{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شمالي کوریا د نویو توغندیو آزمویلو ته چمتوالی نیسي", "output": "شمالي کوریا نن په رسمي توګه اعلام وکړ چې غواړي یوه سټلایټ د خپل ساخت په یوه لري واټن ویشتونکي توغندي په مرسته فضا ته وتوغوي.د نظامي چارو شنونکي په دې باور دي چې شمالي کوریا غواړي په دغه پلمه د خپل لري واټن ویشتونکی توغندی و آزمایی. شم الي کوریا نن اعلام وکړ چې د معلوماتي تکنالوژۍ دغه سټلایټ به ډیر ژر د ملک له یوې ناڅرګندي سیمې د یوه توغندي په مرسته فضايي استیشن ته واستول شي. پینونګیانګ له تیرو څو کلونو را پدې خوا د جنوبي کوریا او امریکې له خوا په دې تورن دی چې غواړي اتومي وسله تر لاسه کړي چې په سیمه کې سیاسي انډول خرابولای شي. خو نن د شمالي کوریا چا� �واکو وویل چې دوي غواړي په دغه سټلایټ باندي خپل اقتصاد نور هم پیاوړی کړی او نړیوالو ته وښيي چې شمالي کوریا په اقتصادي دګر کې پر مخ روانه ده. د شمالي کوریا راکټونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بوش له ' اسلامي فاشيستانو' سره په جګړه کې", "output": "او په لندن کې د ا� �وتک تښتونې اوازې محمد يونس برهان امريکايان جورج بوش ته د يو دينداره عيسوي سړي په سترګه ګو� �ي. ولسمشر بوش ډېر ځله داسې خبرې کوي لکه رښتيا چې هم يو ايمانداره مسيحي وي. کله - کله له دې نه هم مخکې ځي او له خداى سره د خبرو کولو دعوى کوي، چې کېداى شي د ده په دين هم دا يوازې د پيغمبر ځانګړتيا وي. له کله چې يې په اصطلاح ترهګرۍ ضد جګړه پيل کړي، څو ځلې يې د جنګ د توجيه لپاره مذهبي او ايډيولوژيک تورې کارولي، چې هر ځلې يې اسلام او م سلمانان د دښمن په توګه په نښه کړي. د ده وروستۍ نومونه د زمري د ١٩مې وينا وه چې د لندن د ادعا شوې ترهګريزې دسيسې پړه يې په اسلامي فاشيستانو واچوله. لومړى به راشو د دسيسې رښتينولۍ ته. په اول سر کې لوېديزو رسنيو په ډېره بېړه د برتانوي چارواکو خبره د خبرونو سرته راوړه چې ګواکې د يو ستر ترهګريز بريد پلان يې شنډ کړى، هغسې بريد چې کېداى شي د سيپتمبر ١١ مې تر پېښې يې هم پايلې ناوړه واى. په لندن کې پوليسو ٢٤ هغه شکمن کسان په هوايي ډګر کې ونيول، چې نژدې له يو کال راهيسې تر شک لاندې و. ښکاره نه ده، چې دې خلکو په هوايي ډګر کې څه کول، خو دوى په داسې مهال کې ونيول شول چې په دې وخت کومې لس الوتکې د امريکې پر لورې الوتې. برتانوي چارواکو يو په يو غوغا جوړه کړه، چې د ٢٤ کسانو په نيولو سره يې د الوتک تښتونې او چاودنې غټ پلان شنډ کړ . د امنيت د خطر اشاره سرې ته لوړه شوه او ټوله نړۍ يې بيا د ٢٠٠١ کال د سيپتمبر د ١١مې ياد ته وروګرځوله. تر ټولو لويه نښه چې د چارواکو په وينا دا ٢� �کسيزه ډله د الوتک تښتونکو په توګه ښيي له دوى سره ځينې اوبړين ( مايع )مواد و، چې يوه برخه يې کېداى شواى په چاودېدونکو توکيو کې کارېدلي واى. د برتانيې د کورنيو چارو وزير شکرونه ايستل چې پوليسو يې غټه توره وکړه او د امريکې هسکي ودانۍ يې له ګوزارونو بچ کړې. د ده په وينا، دې شکمنو کسانو غوښتل چې په الوتکو کې سپاره شي او کله چې امريکا ته ورسېږي هلته الوتکې وچاودوي او يا يې له امريکايي برجونو سره وجنګوي. څرنګه چې د پېښې په اړه لا هم پ� �ټنې روانې دي، اوس ډېرو کتونکو ته ښکاره شوې، چې دا هسې يوه ډرامه وه چې ټوني بلېير او جورج بوش د خپل سياسي دريځ د لوړولو لپاره جوړه کړې وه. د ترهګرو دسيسه که د بوش و بلېير ډرامهازبکستان ته د ب� �تانيې پخوانى سفير او د استخباراتو تکړه فعال کرېګ ميوري Craig Murray په يوه ليکنه کې ويلي چې ټولو څېړنو او ارزونو ته په کتنه چې ما په دې اړه وکړې راته څرګنده شوه چې تر اوسه هېڅ يو د شکمنو نيول شويو کسانو له ډلې څخه نه بم جوړ کړى و او نه يې له ځان سره څه چاودېدونکې مواد درلودل. هېڅ يو د هغو له ځان سره د الوتکې ټيکټ نه درلود او ډېرو يې لا پاسپورت هم نه درلود. څنګه د يو عاقل سړي لپاره دا د منلو وړ ده چې يو څوک چې نه پاسپورټ لري، نه د الوتکې ټيکټ او نه له ځان سره بمونه دې په الوتکو کې سپور شي، بهرني هېواد ته دې ځان ورسوي او چاودنې دې وکړي او يا دې الوتکې له نورو ودانيو سره وجنګوي؟ دى ليکي دا ٢٤کسيزه ډله د هغو زرګونو نورو برتانوي مسلمانانو يوه برخه وه، چې له يو کال راهيسې د برتانيې د استخباراتو تر څارنې لاندې دي او تر زرو زيات يې د ترهګرۍ ضد قانون له مخې نيول شوي، او يواځې ١٢ په سلو کې يې تر اوسه تورن شوي دي او نور ټول بېګناه ثابت شوي. دا ډول نيونې د برتانيې د حکومت په لاس د م سلمانانو د ځورونې د لړۍ يوه برخه ده. ټول دغه کسان چې په برتانيه کې تر څارنې لاندې دي عموماً هغه وخت نيول کېږي چې نښې نښانې د هغوى د ترهګرو پلانونو د پلي کولو نيت وښيي. خو د دغو ٢٤ کسانو په اړه په اوس مهال کې هېڅ داسې � �اسوندونه په لاس کې نه وو چې د دوى نيونه يې اړينه کړې واى. ځکه خو ډېر دې ته د دسيسې پر ځاى د سياسې لوبې په توګه ګو� �ي چې په دې ځانګړې وخت کې رامخې ته شوه. دا چې پاکستاني حکومت اعلان وکړ چې دوى د دسيسې د شنډولو په برخه کې لويه م� �سته کړې دا د پاکستان د استخباراتو ډرامه وه چې د نانځکې په څېر يې هر ډول لوېديځوال حکومتونه وغواړي هغه ډول نڅ ېږي. بيا نو د لوېديزې ميډيا پروپاګند هم پيل شو او بې له دې چې د حقيقت د موندلو په لټه کې شي سمدستې يې د برتانوي چارواکو په خوله باور وکړ او ادعا شوې دسيسه يې د نړۍ د سرليکونه سر ته راوسته. ځينې هوښيارو رسنيو، لکه الجزي� �ه له سره دې ته د ادعا شوې دسيسې نوم ورکړ، او وروسته بيا ډېرى لوېديزو رسنيو هم همدا ټکى ورسره زيات کړ. د د� �واغجنې دسيسې په تور د نيول شويو کسانو خبره هغې کيسې ته ورته پاتې کېږي چې وايي يو بزګر له خپلو زامنو سره د � �اتلونکې کال لپاره د پالېز د کرلو سلا کوله. زامنو يې وويل چې پالېز خو به وکرو، مګر دا د ګاونډي د ماشومانو له � �ره به پاتې نه شي. هغه وو چې د بزګر سړي واړه زامن د ګاونډي دروازه وټکوله او ماشومان يې ښه په خرپ ورته وډبول. چا ځينې د هلکانو د ګناه په اړه پوښتنه وکړه، هغوى ورته وويل چې ياره دلته به موږ کال ته پالېز کرو، بيا به خټکي او هندواڼې کوي او بيا به دا هلکان راځي هغه به شکوي. دا دومره رسوايي د څه لپاره؟که چېرې رښتيا دا پلان هومره خونړى و چې په برتانيې او امريکې کې يې د خطر اشاره بېړنۍ کچې ته لوړه کړه بيا نو ولې د پېښې د خپراوې نه وروسته ټوني بلېير د کارابين په جزېرو کې چکر وهلو ته په ارامه ساه ادامه ورکوله او ولسمشر بوش هم د کړکېچنو حالاتو سره سره په بېغمه زړه په ګرين باى تفريحي ځاى کې خپله رخصتي تېروله او د داسې يوې ترهګرۍ هڅې لپاره خپله رخصتي ونه ځنډوله چې خطر يې د سيپتمبر د يوولسمې تر پېښې کم نه و؟ کله چې برتانوي څارګرو د تېر ديسمبر � �اهيسې د دغو شکمنو لټه کوله بيا ولې په دې مهال کې يې د په ډاګه کولو پرېکړه وشوه، په داسې وخت کې چې عامه نظريات په قاطعانه توګه د بلېير او بوش د هغوى د روان سياست په ضد وو چې پر لبنان باندې د اسرائيلي يرغل ملاتړ کوي او د اوربند د غوښتنې مخه نيسي؟د الوتکو د چاودنو خبر د ټولې نړۍ پام بيا له منځني ختيځه، چېرته چې د اسرائيلو په بمباريو کې د لوېديځ په ملاتړ بېګناه انسانان په وينو کې لمبېدل، د لوېديځوالو ساتنې او امنيت ته واړاوه. د ادعا شوې دسيسې د خبر له خپراوې دوه ساعته وروسته ولسمشر بوش په خپل دوه دقيقه ايز غبرګون كې بيا د نړۍ په هاغه بله څنډه په ميکروفون راغورځار شو او خپله فاشيستي څېره يې رسنيو ته وښودله، پاروونکې تورونه يې ولګول، ١.٤ مي� �يارده وګړو ته يې سپکاوى وکړ، د نړۍ يو ستر کلتور ته يې په سپکه وکتل او نور منځلارې خلک يې د تندلاريتوب پر لورې راکاږل. د هغه کټ مټ وينا ده: The conspiracy is a stark reminder that this nation is at war with Islamic fascists who will use any means to destroy those of us who love freedom, to hurt our nation, (دا دسيسه موږ ته يوه پخه يادونه ده چې موږ لاهم له اسلامي فاشيستانو سره په جګړه کې يو، هغه چې غواړي زموږ هغه کسان چې له ازادۍ سره مينه لري له منځه يوسي او زموږ ملت ته زيان ورسوي. ) قاشيزم اصلا په نورو خلکو يا ولسونو د خپلې شخصي عقيدې يا سياسي تګلارې تپل او منل او د هغوى د باورونو په ضد درېدل دي. د Islamic fascism يا islamofacsism اصطلاحګانو استعمال په اوسنيو وختو کې مخ په زياتېدو دى. دا تبليغاتي تورى لومړى ځل د دويم سلمان رشدي خالد دوران لخوا کارول شوى و. مراکشي توکمه جرمنى دوران ته په لوېديځ کې د اسلامي نړۍ د کارپوه په توګه کتل کېږي، خو د اسلامي عالمانو لخوا يې د ارتداد او وژنې فتوا جاري شوې ده.هغه مهال چې ولسمشر وينا کوله، او آن د همدې ورځې تر پايه د خبريالانو له ټينګار سره سره، د نيول شويو کسانو د يوه هويت، مليت يا دين لا په ډاګه شوى نه و. نو بوش څنګه پوه شو، چې دا کسان مسلمانان دي؟ ايا ولسمشر بې غوره دى؟تر اوسه ټولې نښې نښانې ښيي چې کومه جګړه چې ولسمشر بوش روانه کړې ده ايديولوژيکه جګړه ده، نه سياسي، يانې دى د يوې مشخصې عقيدې لرونکو خلکو په ضد جګړه کوي او خپل دښمن ټول هغه کسان بولي چې دا عقيده شريکوي. د بوش دې اصطلاح په کور د ننه د مسلمانو ټولنو او هم د لوېديځ په نورو برخو کې او د مصر، اردن، کويټ او سعودي تر حکومتونو پورې د خلکو سختې نيوکې راوپارولې.د ولسمشر بوش وياند ټوني سنو يوه ورځ وروسته ټينګار وکړ چې ولسمشر به د اسلامي ټولنو له پراخ اعت� �اض سره سره د اسلامي فاشيستانو د کلمې کارونې ته دوام ورکړي. هغه وويل چې ولسمشر تر اوسه ډېره عامه خبره کوله، چې د ترهګرۍ پر ضد جکړه ده، او اوس يې دا دى تر هغه زيات ټاکلې اصطلاح وموندله، چې د مسلمانو فاشيستانو په ضد جنګ دى ځکه ټولې ترهګرې ډلې د اسلامي فاشيزم نه الهام اخلي. هسې هم نه ده چې ولسمشر خپلې دا ډول خبرې بې پامه کوي، بلکې له مخې ښې پلان شوې او شمېرل شوې يې کوي. دا ډول خبري غونډو ته چې خبريالانو ته د پوښتنو وخت نه ورکول کېږي د ولسمشر ټولې خبرې ښه په غور او ځيرتيا غوره شوې وې او د نړيوال پيغام لېږدوونکې وي. د ده دغسې لنډې ويناوې معمولاً د هغه د سلاکارانو او مطبوعاتي کارپوهانو لخوا ورته جوړېږي او د خبريالانو په مخ کې له راڅرګندېدو نه مخکې يې ښه تکراروي چې کټ مټ هغه تيار شوې تورې رسنيو ته وړاندې کړي. دا لومړى ځل نه و، چې بوش د اسلامي فاشيست اصطلاح کاروي، او د هغه د وياند په وينا، نه به وروستى ځل وي. د ادعا شوې دسيسې نه درې ورځې وړاندې هم ولسمشر بوش خپلو دښمنانو ته په اشاره ورته له کرکې ډک کلمات کارولي و. هغه ويلي و، دى له داسې دښمن سره مخ دى چې غواړي جهادي پيغام په خلکو کې خپور کړي، کوم چې په اصل کې توتاليتريزم، اسلامي راديکاليزم او اسلامي فاشيزم دى. بوش له دې نه وړاندې هم ورته تورونه د مسلمانانو په ضد کارولي و. هغه په تېر اوکتوبر کې يوې غونډې ته ويلي و چې د القاعده غوندې بريدونه يوې ټاکلې ايديولوژۍ ته چوپړ کوي، چې اسلامي راديکاليزم، اورپکي جهاديزم او يا اسلامي فاشيزم بلل کېږي.اوسنۍ امريکايي ادارې د جګړې له پيله راهيسې د خپلو موخو د توجيه کولو لپاره مذهبي - عيسوي اصطلاح ګانې کارولې دي. لومړى يې د خيرو شر خبره کوله، بيا يې ويل چې خداى پاک د ترهګرۍ ضد جګړه کې له موږ سره او زموږ په خوا کې دى، د ژغورنې يا پاکي salvation او نور عبارتونه کارولي، چې هر يو يې په عيسويت کې ځانګړې مانا لري، چې د واکمنو ښي لاسو مسيحي تندلارو لخوا ويل کېږي. دا د اسلام په اړه د امريکايي ادارې هغه ژوره کرکه او له تندلارۍ ډک توپيري چلند ښيي چې د صليبي جګړو له پايه وروسته بيا د هېڅ لوېديځوال چارواکي لخوا نه دي ياد شوي. د غوايي له ښکر سره ډغرېبوش او بلېير له دې موقع نه ښه سياسي ګټه واخيسته. پر بوش باندې د مخالف ديموکرات ګوند نيوکې دې ورځو کې زياتې شوې وې او محبوبيت يې په ډراماتيکه توګه د عراق د جګړې لامله مخ په کمېدو دى. ده په خپلو منتقدينو نيوکه وکړه، چې هر څه يې هېر کړي دي، او خطر يوازي د يوې سيمې د کړکېچ نه دی، بلکې په لويه کچه دى. دا د بوش لپاره ښه موقع وه چې د نومبر د ٧مې د کانګرس د ټاکنو لپاره بيا خپل روان سياست په حقه وښيي. بوش د � �يموکراټ ګوند له غړو سره په دې وروستيو کې په ستر جنجال کې و او ځکه خو يې د ادعا شوې دسيسې نه وروسته په هغوى تور ولګاوه چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې سست دي. فاشيزم د خوځښت په توګه د تېرې زريزې يوه ناوړه ښکارنده وه چې د دويمې نړيوالې جګړې پيل هم له همدې ګروهې و. ولسمشر د نېک نوښت سړى دى چې غواړې په نوې زريزه کې د دې حرکت مخکښ واوسي او هغه هم له اسلامپالو سره په ډغره کې. هغه د چا خبره بوش غواړي د غوايي له ښکر سره سر وجنګوي.د ولسمشر خوب دا دى چې نړۍ له اسلامي فاشيستانو نه خلاصه کړي او په تېره بيا منځنى ختيځ، چې هلته يې د نوي ختيځ پلان هم رامخې ته کړى. د ده دې ډول پلان ته د د ولسمشر احمدي نژاد وړانديز هم خوندور دى. احمدي نژاد وايي موږ هم نوى منځنى ختيځ غواړو، داسې منځنى ختيځ چې هلته د صهيوني رژيم او امريکايانو شتون نه وي.ايا ولسمشر بوش يا کوم بل لوېديځوال مشر د دې جرئت لري چې په يهودو يا مسيحيانو کې کومه تندلاره او اورپکې ډله د يهودي فاشيستانو يا کاتوليکي فا� �يستانو په نامه ياد کړي؟ تندلاري پلويان په هر دين کې شته، لکه څنګه چې منځلاري په هره عقيده کې شته دي، بيا نو ولې يواځې تورونه د مسلمانو تندلارو په ضد را اوچتېږي؟ د بوش او ملګرو لخوا د مسلمانانو همدا سپکاوى دى چې په اسلامي نړۍ کې نور هم تندلارۍ ته وده ورکوي او نوي خلک چې په دغسې چلند باندې په غوسه دي د اورپکو ډلو خواته و� �کاږي. د سپينې ماڼۍ اشرارکلونه کېږي چې جګړه مارو دودپالو واکمنو د امريکا واک په لاس کې اخيستى او ټوله نړۍ يې د ګواښونکې تندلارۍ پر لورې روانه کړې، داسې چې تاريخپوهان د سړې جګړې له پاى ته رسېدو نه وروسته اوس تر بل هر وخت ورته اندېښمن دي. د سړې جګړې له پايه وروسته ټول خلک نوې راټوکېدونکې سولې او ټيکاو ته په هيله و، او هرڅه د تفاهم او پوهاوي په چوکاټ کې پر مخ روان و، خو د نړۍ په هغه بله ګوښه کې چې يو ځلې جګړه مار ځواکونه واک ته ورسېدل هر څه يې په بله واړول، نړۍ يې څو پېړۍ په شا بوتله - د اروپايي مذهبي جګړو مهال ته. داسې ښکاري چې په سپينه ماڼۍ کې د اشرارو د يوې ډلې لخوا ټوله نړۍ په شر کې راګيره ده. د همدې ډلې لخوا مسلمانان په ډول - ډول کرکجنو نومونو تورنېږي. د مسلمانانو په ضد د تورنو لړۍ په دې لنډو کلونو کې د صليبي جګړې له اصطلاح نه پيل، تر اسلامي ترهګرۍ او اوس بيا د اسلامي فاشيزم خبره شوه او سبا ته به بيا اسلامي نازيزم يا د اسلامي نازيانو اصطلاح رباسي. په اصل کې ولسمشر جورج بوش، د هغه نږدې يار ټوني بلېير او د دوى د ادارې د سر سړي دي چې تر ټولو ناوړه فاشيستان دي. ايا دا دوى نه دي چې په عراق کې بېګناه کسانو ټولوژنې ترسره کوي او په لبنان کې يې تر اوسه د جنګي جرمونو ملاتړ کاوه؟ ايا هغه څوک رښتيني فاشيستان نه دي چې د خپلې عقيدې د مخالفينو لپاره اسرائيلو ته هوښيار بمونه په لاس ورکوي چې په لبنان کې ماشومان پرې ووژني؟ دا امريکايي فاشيستان دي چې تر اوسه يې دوه لکه عراقيان وژلي، تر نيم ميليون زيات يې نيم ژوندې پرې ايښي او هېواد يې د خونړۍ کورنۍ جګړې کندې ته ټېل وهلى چې په پايله کې يې هره مياشت تر دوه زرو زيات کسان وژل کېږي. د ولسمشر دا ډول ژبې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې اورونه بل کړي دي او نورو ته هم لمن وهي. تاسې به وګورئ چې په يو وخت کې به تاريخ ولسمشر بوش د ډېر ناکام او شرمېدلي ام� �يکايي مشر په توګه يادوي ځکه هغه کارونه چې دى يې کوي په لوى لاس دا ستر هېواد د تباهۍ کندې ته ور شېوه کوي. امريکايي اداره لګيا ده په افغانستان کې جنګي جرمونه ترسره کوي او په زرګونو بېګناه خلک يې ووژل، او تر دې بد ورانى يې په عراق کې وکړ، په لبنان کې يې صهيونيستي رژيم ته ډول- ډول وسلې ورکړې چې هغه هېواد پرې ويجاړ کړي او همدا څه په فلسطين کې اوس هم روان دي، خو هېڅ مسلمان چارواکي يا مشر داسې ونه ويل چې مسيحي او يهودي فاشيستان له موږ سره په جګړه کې دي. له بده مرغه چې مسلمانان تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د خپلو عقايدو د سپکاوي په ضد � �وانين رامنځته کړي او په نړيوالو يې ومني، لکه يهودو چې کړي دي. ستونزه په دې کې ده چې د اسلامي هېوادونو مشران د امريکايي ترهګرۍ په منګولو کې کېوتې او د واک او څوکۍ د له لاسه ورکولو له وېرې نه شي کولاى خپل غږ د حقه حقوقو � �پاره اوچت کړي، فعموا و صموا. (يادونه : داليکنه په له کابل څخه په اصلاح ملي اونيزه کې همدا اونۍ خپره � �وې ده.)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګرد لمني او د ګلخانې ماما( د خيبر ليکنه)", "output": "یوه ماڼۍ دوه سفره ګرد لمني او د ګ� �خانې ماما( د خيبر ليکنه) ليكوال: ميرويس خيبر هر څوک په ژوند کې ښې او بدې یا ډېرې په زړه پورې او هیجاني خاطرې لري، زما له دغو خاطرو څخه یې یوه هغه وه چې وطن ږېرو په سر اخیستی و، هر سړی ږیره ور و او هر چا غوښتل ځان ملا او طالب جوړ کړي ځکه خو تر نیمو زیاتو خلکو سپین او تورپاجونه درلودل. ښځې بیا شنې او سپينې چادرۍ ګانې اوښتې وې ډېرو هغو چې په طالب او ملا به یې رېشخند واهه، خپل اولادونه یې دینې مدرسو او دارا� �حفاظونو ته ور ننوېستل ځکه دوی فکر کاوه چې نور نو هره مطاع په طالب او طالبۍ کې ده، ډېرو له طالبانو سره خېښۍ هم وکړې او خپلې لوڼې به یې په ډېر افتخار ور واده کولې، ان تر دې چې دې ته به یې هم نه کتل چې ژڼی څوک دی اسم ولد یې چېرته دی بس چې طالب به شو او په ښار کې به و کار یې جوړ و، زما یو ملګري چې له د ډرېورۍ له لایسنس څخه لوړ شو او طالبي لایسنس یې واخیست په خپله خوستۍ ښځه یې یوه ښاري چټه بن راوستله، او بیا یې لږ وروسته بله کابلی هم خپله کور ودانه کړه. هم داسې ډېری هغه طالبان چې په ښارونو او په تېره کابل کې اوسېدل روږدي � �ول او ډېرو خپل زړونه و بایلل، کابلیو نجونو خو ورباندې داسې جادو وکړ چې هغه د چا خبره کنداري طالبان یې د بچه بازۍ له چینل څخه دا بل چينل ته واړول او د ځينو جنجالونه اوس هم په محکمو کې چلېږي. په هر � �ول زه هم یو له هغو څخه وم چې سپین پټکی به مې په سر و خو دومره توپیر مې ورسره و چې نه مې هغه وخت واده کړی و او نه هم په داسې کومه پېښه کېوتلم یانې کومې نجلۍ ته مې زړه ښه نه کړ، مجبوري وه ځان به مې خلکو ته ښکاره کاوه چې ګواکې زه هم که طالب نه یم نو طالبچه خو یم، که څه هم ږېره مې لنډه وه او زړه مې هم طالب نه و خو بس سپين پټکی مې بیا د ګرځبندیز پر وړاندې شفر و او دهمدې لیسنس له برکته په سیمه کې د امر بالمعروف له وېرې یو څه په امان کې ګرځېدلی شوای. یوه ورځ مې زړه وغوښتل ارګ ووینم، دې تلوسې پسې واخیستلم او اخر مې له ځان سره پرېکړه وکړه چې یره پدې دړدنګ خو به ځان واړوم ، یو تور خیرن او زوړ روسی موټر سایکل را سره و او مخ د ارګ پر خوا مې ور چالان کړ، د پښتونستان واټ په لاره مې یې ښکرې ور تاو کړې او د ارګ دروازې ته ورسېدلم ، تر لومړۍ دروازې له پوښتنې پرته ننوتلم ، له دروازې د ننه په لږ څه اوږده سړک ګي مې نو بیا موټر سایکل ښه غومبسه کړ او له څو ډلو طالبانو همدداسې تېز تېر شوم، طالبان د ارګ په باغونو کې ځای- ځای او ډلې- ډلې ناست و چا خوسی کاوه، چا غېږې نیولې، چا تیږې اچولې او ځینې په مجلس ګرم اوښتي و، یو ځای خو د خټکیو په پټوکو داسې ویشتل روان و چې یوه پټوکي خو یې زه نژدې له موټر سایکل غورځولی وم خو خدای مې پردې کړې وې. په مخ روان وم او له څو نورو دروازو هم دننه او بیرون شولم د شاهانو، جمهوریانو، دیموکراتیکانو او مجاهېدنو د مشرانو ماڼۍ مې وکتلې ، ټول دفترونه، ګلخانه ماڼۍ، د ارګ جومات، مېلمستونونه او هر څه مې په خلاص زړه ولیدل که څه هم زه بلد نه وم او ارګ مې تر هغه دمه نه و لیدلی، له ځوانو ګردلمنو به مې و پوښتل خو دوی ته هم څه شی نه و مالوم بس راته ویل به یې (والله که رامالوم یې طالبه وروره څه پرکیې.....) نو مابه هم له لږ پخوانیو کار کوونکو پوښتنې کو� �ې او هغوی ځينې ځایونه را ښودل او ټول ارګ مې وکوت، څو ځایه خو یې لوړ پوړي چارواکي هم را وښودل چې د هغه وخت وزیران او لوړ پوړي چاراکي و، يو ځای څو سپین او تورپټکي په مخه راغلل چې یو کس پکې لږ مخکې غوندې و، موټر سایکل مې تر یوه ونه لاندې ودرا وه او مخې ته یې ورغلم، د مخکني سړي یې وړې- وړې سترګې میانه ونه او مغروره څېره وه، مخې ته یې ورتاو شوم او ستړي مشي مې ورسره وکړل، را ته کړل یې څه مشکل لرې ګرانه ما ورته کړل مشکل نه لرم د تاسې د ستړي مشي لپاره راغلم .... ویلې یې ما پېژنې ماوې نه ویل یې ملا محمد حسن یم (د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر)، بس دوی په یوه او زه په بله لاړم، هر څه مې وکتل او بیا مې په موټر سایکل پښه واړوله تر ارګ راووتلم په خدای که چا دا رانه پوښتنه کړې وي چې چېرته ځې او له کومه راغلې. دویم ځل بیا هغه وخت ارګ ته ننوتلم چې ښاغلی کرزی پکې له خپلو ټوپکیانو ملګرو سره یو ځای ننوتلی و، دا وخت نو پټکی پسر کول بیا لویه ګنا بلل کېدله، ځکه خو ارګ له خړو او برګو دریشي واله کسانو ډک و، زه له څو نورو افغان ملګرو چې له اروپا، امریکا، است� �الیا او ځینو نورور هېوادونو څخه راغلي و د ارګ رسمي مېلمانه و، په موټرو کې کنیاستلو او مخ د ارګ پر خوا و خوځېدلو، دومره پوه شوم چې د پښتونستان څلور لارې له خوا ارګ ته ور ننوتلو خو نور ځکه نه پوهېدلم چې دولس ځایه داسې تلاشي شوو چې لاره او ګودر یې راڅخه ورک کړل یوه تلاشي خو ان د سپیو هم را باندې تېره شوه او سپي هم هغه سپي چې تر خرو هم غټ او تر لیوانو خطرناک و، او زه هم له وېرې نژدې بېرته را ګرځېدلی وم خو بېرت راګرځېدل هم اسانه کار نه وبیا خو نو د مرګ خطر هم و، ځکه بیا به یې وې چې دا کس چې بېرته را وګرځېد په زړه کې یې خامخا څه و، بیا به نو مې یا ځای برګرام و او یا هم ګوانتانامو. زموږ له ملګروڅخه یوه کس په پښه ګوډ و او له لکڼو پرته نه شو تلای، تالاشي والا و لکڼې ترې واخیستلې او سپیو ته یې واچولې خو سپیو داسې و انګېرله چې دایې ګواکې موږ ته د ساتېرۍ یا هم خوراک لپاره واچولې او سپیو پرې ساتيري پیل کړه،په خوله کې به یې ونیولې او له یو بل څخه به یې کش کولې، که څه هم د سپیو تر ملا او ستوني تاو پړي د غټو امریکایی بلاګانو په لاس کې و خو دوی هم چندانې نه شو ولکه کولی. کله یې چې لکڼې پرېښودلې بیا نو زموږ ملګري نه اخیستې ویل یې پلیتې یې کړې او له لکڼو پرته تلی نه شوی،دېواله ته تکیه کړی ولاړ و او خېزکې یې وهلې خو کله چې پوځیان پوی شول چې ځوان لکڼې نه اخلي نو په سترګو کې یې پوی کړ چې لکڼې ډېر زر له ځمکې پورته کړي،زموږ م لګري چې د سورمخیو عکس العمل او قهر ولید نو ور په ټوپو شو او را وایې خیستلې، د چادر په پيڅکه یې لږ لږ وچې او پاکې کړې. له دې بلا خو په امان کې شوو خو خبر نه و چې تیار په یوه بله هم اوښتي یو او هغه د پټکي پسر کولو ګنا وه چې زمو له ملګرو څخه یې یوه پټکی په سرکړی و، تلاشي کوونکي ترې وغوښتل چې پټکی لیرې کړي خو ده پټکی نه لیرې کاوه او تلاشي کوونکو نه پرېښوده، پدې وخت کې یو له ونې ټيټ سړی چې غټه پوزه یې په مخ سرېښ وه غږ ور باندې وکړ (بانین که بیایه قلندري است) بیا هم نه پرېښودل کېده خو هغه سخواټ پوزي یو سره دنګ سړي ته چې تورې عینکې یې په سترګو وې او ټوپک په لاس تر تلاشي کوونکو لږ غوندې ها خوا برچپک ولاړ و غږ وکړ (اوپن.... آنها اوپن ..... مهمان... مهمان.... کم بانین کم کم...) په عینکي سړي یې هم خبره ولګیدله او ایله په ایله یې پرېښودلو. موږ چې کله له تلاشۍ کامیاب هم راووتلو خو بیا هم تعقېبیدلو او څو غټ غټ پوځيان چې نه په پښتو پوهېدل او نه په دري راپسې او ګلخانې ته ور مشرف شوو. لږ وخت وروسته د ګلخانې ماما قره قلي په سر راغی له ټولو سره یې ښه ګرم روغبړ وکړ له روغبړ وروسته موږ ورسره د افغانستان دستونزو په اړه خبرې پیل کړې خو د ګلخانې ماما ته لکه چې ټوکې ښکاره شوې ځکه خو یې په ټوکو پیل وکړ او ویل یې دومره ډېر سیاست مداران او هغه هم دومره ځوانان عجبه خبره ده.... څه کوي سبقونه مو ووایي په سیاست کې راسره څه کار لرئ.... سبق ووایئ او کوژدنې او ودونه وکړئ.... موږ هم د ما ما د خبرو تر اغېز لاندې راغلو او له موږ هم خپله خبره پاتې شوه بس سیاست او د افغانستان په اړ د نظر ونو څرګندول پاتې شو� � او ټوکې مو سره شروع کړې، او که مو ټوکې نه وای کړې نو بیا خو د اولاامر نافرماني وه چې هغه ټوکې کوي او موږ ورسره په رېښتیا لګیاو نو نژدې یو ساعت مو ټوکې سره وکړې او ترې را ووتلو.... تر موټر پورې په تیاره لاره کې یو بل ته وایو یره تا خپله خبره ونه کړه بل به ویل تا ونه کړه یو پر بل مو پړه اچوله ، نژدې مو شخړه سره کړې وه ، يوه پکې وویل یره موږ نه و ملامت د ګلخانې ماما راسره چل وکړ... یره عجب چلیګر سړی دی له هر چاسره که همداسې چل کوي نو بیا خو یې مزې دي او کار یې جوړ دی. دې ماڼۍ ته بل سفر بیا هم تاسې ته لیکم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زابل :دلوي لاري دساتني قومندان له چاودني روغ ووت", "output": "جيلاني خان چي دزابل ولايت دلوي لاري دساتني دنده په غاړه لري ،نن سهارداتوبجوپه شاوخواكي دښارصفاولسوالۍاړونده دكاكړانوپه سيمه كي روان ؤچي:چاودنه ورباندي وسوه . نوموړي له پېښي وروسته خبريالانوته وويل :((دهاوان مرمۍ اويو شمېر نورچادېدونكي توكي پرهغه لارچي زماموټرتېرېدى پرموټرسائيكل ځاى پرځاى سوي ووچي زمادموټردورسيدوسره سم په سيمه كي چاودنه رامنځته سوه خوكوم چاته پكښي زيان نه دى رسېدلى .)) داپه داسي حال كي ده چي تېرمازيګرهم دهمدغه ولايت د باركزوپه سيمه كي دپوليسوديوموټردچپه كيدوپه پېښه كي درې تنه پوليس مړه اودوه تنه نورټپيان سوي دي خوطالبان وايي چي نوموړى موټرددوى دځواكونوله خواوويشتل سوى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ډاکتر کبير ستوری په ياد غونډه او مشاعره جوړه شوه", "output": "بېنوا - کونړ د 2007 عيسوی کال د جنوري د مياشتي په دريمه نېټه د کونړ خپلواکه ادبي کولتوري ټولني او د خاص کونړ ادبي کولتوري ټولنی د خاص کونړ د ليسې په انګړ کې د هيواد د ملي او منلي شخصيت ارواښاد ډاکتر کبير ستوری په ياد درنه غونډه او ازاده مشاعره جوړه کړه . په غونډه کې د کونړ ولايت ګڼ شمير پوهانو ، اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، مخورو سپين روبو او مشرانو ګډون کړی وو . غونډه د سهار په لسو بجو د اطلاعاتو او کولتور پخوانی رئس ښاغلی مشفق په مشرۍ د قران کريم د مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه . د خاص کونړ کولتوری او ادبي ټولني مشر ښاغلی استاد وجی الله « شپون » راغلو ميلمنو ته هر کلی ووايو او د ارواښاد ډاکتر ستوری په ژوند او مبارزه ئې رڼا واچوله . ورپسی د خاص کونړ د ښونی او روزنی مدير ښاغلی اجمل عزيزی ، د افغانستان د علومواکاډمی غړی او د کابل د پوهنتون استاد ښاغلی عبدالقيوم « مشواڼی » ، ښاغلی غروال ، ښاغلی مشفق او د ننګرهار ولايت د ليکو� �انو او شاعرانو په استازيتوب ښاغلی بشير « ګواښ » خپلی ليکنی ولوستلې او لنډی ويناوی ئې وکړی . د مشاعری په برخه کې ښاغلی استاد عرفان الله « کوټوال » ، ښاغلی هدايت الله « هدايت » ښاغلی عبدالواحد ، ښاغلی غروال ، ښاغلی ګلرنګ « کوچوان » او نورو ګڼ شمير شاعرانو خپل شعرونه واورول . د غونډی په پای کې ګډون کوونکی د مازيګر په دری بجو د ارواښاد ډاکتر کبير ستوری قبر ته لاړل او د اروښاد روح ته ئې دوعا وکړه . د ګډون کوونکو په استازيتوب دPSDP د مشرانو جرګې غړی ښاغلي ډاکتر شير ولي « شېر » د لنډي وينا وروسته د ارواښاد د مزار د جوړولو ډبره هم کېښوده . د غونډی پوره تفصيل او انځورونه به ورسته پر ليکه شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غزې په ښار کې تازه نښتې شوي دي", "output": "د غزې ښار د جمعې په سهار د حماس د اسلامي ډلې پورې تړلي د عزالدين قسام او د ښار يو ځواکمنو کورنيو ترمنځ د سختو نښتو شاهد وو. د رپوټونو له مخې په دغه نښته کې چې د حماس دولت د بهرنيو چارو وزير د کورمخ ته رامنځ ته شو چي يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړ. ويل کېږي چې په غزه کې د مېشت مصري پلاوي په منځ غړيتوب نښته ژر پاى ته ورسېد. تېره ورځ په سلګونو فلسطينيان د غزې په ښار کې د کورواکي دولت د پارلمان مخې ته راټول شوي و، او له وسله والو فلسطيني ډلو څخه يې وغوښتنه کوله چې تاوتريخوالي ته پاى ورکړي، او د يووالي دولت د جوړېدو لپاره له سره خبرې وکړي. دوه ورځې وړاندې د دوو ګوندونو حماس او فتحې پلوي فلسطينيان د غزې په تراړه کې د اوربند د ساتلو پر سر موافقه وکړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان په ګرشك كي د پوليسو د وژني ادعا كوي", "output": "د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي تېر ماښام يې د ګرشك ولسوالۍ په مركز كي د ريموټ كنټرول په بم ۸ پوليس او د هغوى يو قومندان وژلى دئ. قاري يوسف وويل د پوليسو وژل سوى قومندان محمدولي نومېږ ي. د هلمند امنيه قومندان محمدحسين انډيوال د بريد پخلى كوي، خو وايي ۸ پوليس مړه نه بلكي ټپيان دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ډا کټر اسماعيل نيازی د بيلوژی په نوم کتاب چاپ شو", "output": "ډاکټر اسماعيل نيازی د بيلوژی په نوم نوی کتاب چاپ شو،همدا رنګه د ډاکټر صاحب نور کتابونه هم چاپ شوی چی د متعلمينو او شاګ� �دانولپاره ډير ګټوار ثابت شوي دي،دغه کتاب دوزارت معارف تعلمي نصاب په مطابق د مکتب شاکردانو او د کانکور د امادګۍ لپاره زيات کومک او همکاري کوی، ادرس،پښ پښتونخوا پاکستان تي� �فون،03038313119 يا 03349060169"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د الزیدي د بوټونو د مجسمې پر سر بندیز ولگول شو", "output": "میرویس جلالزی د عراقي خب� �یال الزیدي د بوټونو له مجسمې څخه د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین په پلرني ښار تکریت کې پ� �ده پورته شوه . په دغه مجسمه چې له المونیمو څخه جوړه شوي ده 12 زره امریکایی ډالره لگیدلي دي . د تکریت پولیسو د الزیدي د بوټونو مجسمه له هغې څلور لاري هیسته کړه چیرته چی د صدام حسین پلویانو د نندارۍ لپاره را ځړولي وه. پولیسو وویل چې د عراقیانو دغه عمل به د امریکې او عراق اړيکو ته ځیان ورسوي.ا� �زیدي هغه خبریال دی چې بوش یې په بوټونو ویشتلی وو. د الزیدي د بوټونو مجسم ه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتيا کې ٢ عسکر تپيان شوي دي", "output": "د پکتيا دزرمت ولسوالۍ کې نن د لارې په اږدو کې د يو نوي خښ شي ماين د چاودنې له امله د ملى ادرو ٢ تنه عسکر ټپيان شوي دي . په چاودنه کې فوځى موټر هم ويجاړ شوي دي . د زرمت امنيتى چارواکو د پېښې پخلۍ کوي او تراوسه پورې يې د چاودنې په تور څوک نه دي نيولى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي مشارکت ،که ایتلافي حکومت!!", "output": "له څه مودې راهېسې په کور دننه او بهر د راتلونکي حکومت د جوړیدو په اړه تودو بحثونوهغه دچا خبره اور اخیستی د رسنیو له لارې هم وخت نا وخت داحتمالي کابینې لیستونه خپریږي , په دې سره دهېوادوالو په ځانګړي توګه دلوی قوم اندېښنې ورځ تربلې ډېریږي ،چې خدای مه کړه داسې ګوندونه او اشخاص پکې ځای نه شي ، چې له لاسه یې نږدې درې لسېزې هېواد اوهېوادوال په یوه داسې ناوړه اوبوږنوونکي بحران کې لوېدلي ، چې نن دیوې روغې او سوله ایزې ورځې دتېرېدو په ارمان هم دي.که د دې خلکو پورتنیواندېښنو ته لږ غوندې هم دحقیقت په سترګه وګورو اویا یې د زړونو په غوږونو واورو ، نو هېڅ ډول ملامتیا پرې نه شو اچولی. ځکه همدغه یوشمېر ګوندونه یا تنظیمونه وو،چې نه یوازې په تېرو لسېزو کې د افغانستان څخه ساتونکی لوی قوم، سوله اېز ژوند ته پرې نه ښود، بلکې د نړیوالو پرمټ دجوړشوي حکومت په لړکې هم ،چې شا وخوا آته کاله تېرشول ، روغې او ارامې ورځې ته نه دی پريښی کله د القاعده او طالب په نامه او کله هم دملحد اوکمونېستهغه دشاعر خبره ده کابلی یار راسره مینه نه کړي وایې پښتون دی القاعده دی جانان څه وو چې، دلوی قوم سره یادو خلکو ونه کړل ؟ اویا یې نه کوي .په هېواد کې ،چې ددویم ځل لپاره ټولټاکنې ترسره کېدې ،نودهېواد ولسمشر حامد کرزي دپورتنیو یادو تنظیمونو اوګوندونوسره په ټولټاکنوکې دده دملاتړ په موخه خبرې اترې پیل کړې. دباوري سرچینو له قوله ولسمشر دوی ته په حکومت کې د لویو امتیازونو په ورکولو سره ژمن شو.دا خبره په خپله ښاغلي کرزي هم هېوادوالو ته په زغرده وکړله ،چې زه غواړم په هېواد کې ملي مشارکت رامنځ ته کړم زما په فکر،که چېرې دلته دملي مشارکت او ایتلافي حکومت ترمنځ توپیرلږڅرګند کړو،نوښکاره به شي چې، ښاغلی کرزی صیب دکوم ډول حکومت دجوړېدوپه هڅه کې دی . ملي مشارکت:هغه یوځای کېدوته وایې ،چې دهېواد په کچه بېلابېل قومونه اوملي شخصیتونه سره راټول اوپرته له کومو ژمنه شویو امتیازونو په ګډه د هېواد اوهېواد والو دپاره کار وکړي اېتلافي حکومت:: هغه ګډ اومختلط حکومت ته وایې ،چې په هېواد کې بېلابېل سیاسي تنظیمونه اوډلې ټپلې په حکومت کې یوازې دواک دوېش په موخه سره یوځای شي.نو د کرزي صيب له پخوانیو منډوترړو او روانوخبرو معلومیږي چې، دده راتلونکی حکومت به یو ایتلافي نظام وي، نه ملي مشارکت .غواړم ددې لېکنې له مخې په ولسمشر اودده په کاري ډله دیوه ځوان افغان په صفت احتراماٌ غږوکړم .ښاغلی کرزی صیب دنورو افغان ځوانانو په څېر ډېره خوښي احساسوم چې، په یوه نامعلوم لوري کې دبریا لوري ته ووتو.دخدای په قانون (شریعت)کې هم روا چلونه حق بلل شوي دي دې ټکي ته په پام سره دګوندونو اوډلو ټپلو سره کړې ،سیاسي ژمنې بېرته واخله په دغه نېک ،با احساسه اوځورېدلي لوی قوم تکیه وکړه خو وړاندیز مې دادی چې، .اوس مهال یې تاسو اوستاسو سیاسي سیالانو ته دصداقت،رېښتینولۍ اوقوت پته هم لګېدلې ده نړیوال ددې شاهد دي ،کله چې دغه خړپړ اوغیور ولس ستاسو ترشا ودرېد ،په ډله اېزه توګه یې تاسو ته درایو درکولو پرېکړه وکړه نوښاغلي(........)ددویم پړاو ټاکنوڅخه داسې وځغاستل ،هغه دچا خبره د پښو ګرد یې هم پاتې نه شو اوس که چېرې تاسو په ولس تکیه وکړه بې له شکه ولس به پرتاسو باور ټینګ کړي په دې صورت کې به ددولت او ولس ترمنځ اوسنی واټن یا لرېوالی له منځه لاړشي اوځای به یې ښه همکاري اومرسته ونیسي په دې هرڅوک پوهېږي ، چې کله هم ددولت او ولس ترمنځ ښه همغږي مرسته اوهمکاري وي نو همهغه مملکت کې به د اندېښنې وړ موضوعات چېرې هم ځای ونه نیسيخدای مه کړه،که د یو شمېر کورنیو اوبهرنیو فشارونو تر اغېز لاندې راغلې ، نوموړي تنظیمونه اوهمدارنګه پخوانی مشهورې جنګي څېرې په نوي حکومت کې شریکې کړې ، نو محترم کرزی صیب بیا به لکه هغه د(.......)غوندې لاسونه مروړو وخت به تېر وي ، هېڅ به په لاس نه راځي.په همدې هیله ،چې ملي مشارکت پر اېتلافي حکومت بدل نه کړوپه واقیعت کې داسې ملي او پاک حکومت رامنځ ته شي ،چې نه یوازې دافغانانو دسر لوړﺉ ارامۍ ، سولې او پرمختګ سبب شي ، بلکې دسیمې هېوادونو او په ټوله کې ، دنړیوالو دخندا او پېغور نه شو.بیا هم دا ارمان هله پوره کېدای شي ، چې اوسنی منتخب ولسمشر ښاغلی حامد کرزی لکه مخکې مې چې ووېل، د یوځای شویو جنګي جنایتکارو تنظیمونو اوډلو ټپلو پرځای په ولس او په ځانګړي توګه دهېواد په لوی قوم تر ډېره بریده تکیه وکړي . په همدې هیله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له افغانستان څخه دکارپوهانو ډله اسلام ابادته روانه شوه", "output": "د افغانستان د ملي شورا ، کارپوهانو او خبريالانو ٥١ کسيزه ډله د وري په لسمه د پاکستان د پارلمان له غړيو او پوهانو سره د ګډې ناستې په موخه اسلام اباد ته روانه شوه . دغه درې ورځنۍ غونډه د جنوبي اسيا هېوادنو د ازادو خبريا� �انو د ټولنې ( سفما) په نوښت د وري په ١١مه د پاکستان په پلازمينې اسلام اباد کې جوړېږي . په افغانستان کې د جنوبي اسيا هېوادونو د ازادو خبريالانو د ټولنې ( سفما) مشر احسان الله ارينزي وويل چې په افغاني پلاوي کې د ملي شورا ٢٨ تنه وکيلان او ٥ تنه اداري کارکوونکي او ١٨ تنه کارپوهان او خب� �يالان شامل دي . د هغه په وينا، د افغانستان او پاکستان د پارلمانونو ترمنځ په دې لومړنۍ غونډه کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په سيمه کې د امنيت راوستو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او نورو اړيکو په اړه خبرې وشي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رشــادپـوهنه ( ۲) په هندکي دعلامه رشاد د پښو پل", "output": "ګرانودوستانو!زه په رشادپوهنه باندې كاركوم ، په دغه ترڅ كې يوشميرنظريات نورهم شته چې اوس له ماسره نه وو، په دې چې هغه لاهم په هند كي له ماپاتې دي .په راتلونكي به كه دخداى رضا وه هغه به هم په دغه ليكنه ورزيات كړم .خواوس استاد ته دارادت په خاطر دغه نيمګړي برخه ستاسوپه واك كې دركوم .پروفيسر خالق رشيد - کاناډا رشاد پوهـنه دوهمه برخه : لومړی مخ ( له ښکلا مجلې څخه ) په هند كي دعلامه رشاد دپښوپل ( يادونه او وياړونه )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن د طالبانو د واکمنۍ د ړنگیدو اومه کليزه ده", "output": "له نن څخه پوره اوه کاله دمخه په همدې ررځ یعني د میزان په اومه د طالبانو واکمنۍ د امریکايي ځواکونو اوشمالي ټلوالي په نژدې همکارۍ دړي وړي او طالب وسله وال گروپونه له کابل څخه ووتل .په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نړیوال بندیزونه لگول شوي ول، موسیقي او غربي جامو اغوستلو ته بیا طالبانو اجازه نه ورکوله او په ودونو کې هم د ټنگ ټکور پر سر بندیز لگول شوی وو . طالبانو نجونو ته ښونځو ته د تگ اجازه نه ورکوله او ښځو هم په دفترونو کې د کار کولو حق نه درلود . په سلهاوو زره ښار میشته افغانان د طالبانو د رژیم له ویرې له کابل او نورو لويو ښا� �ونو ووتل او گاونډیو ملکونو کی ېې د مساپرۍ شپې او ورځي صبا کولي . طالبانو چې یو پیاوړي شریعي نظام ېې په افغانستان کې پلي کړي وو که څه هم پوځي زدکړي ېې نه لرلي خو په ډیره لږه موده کې ېې د افغانستان څه باندي 90 فیصده خاوره لاندي کړه . د طالبانو غورځنگ هغه مهال په کابل حاکم شو چې خلگ د ټوپک واکانو او پخوانیو مجاهدینو له جگړو سخت په تنگ شوي ول . طالبان په دې وتوانیدل چې وسله را ټوله او په لږ موده کې ډیري سیمي له مجاهدینو ولکه کړي . ولسي افغانانو په لومړي سر کې طالبانو ته تود هرکلی وويلو خو کله چی ېې د هغوې په لیکو کې د پنجابي،عرب، ازبک او چیچني وگړو شتون وليد نو د هغوي څخه ېې ورځ تر بلي کرکه زیاتيدله . اوه کاله دمخه د شمالي ټلوالي یو شمیر قوماندانو � �که ، مارشال قسیم فهیم، محمد اسماعیل خان،استاد سیاف، یونس قانونی، ډاکتر عبدالله او داسی نورو د یوې 5 م� �یون ډالري معاملې په ترځ کې د امریکې د CIA ادارې وسله والو اجنتانو ته په افغانستان کې د پلي کیدو اجازه ورکړه او بیا امریکايي ځواکونو له هوا او ځمکي د طالبانو پر وړاندي جگړه پیل او طالبان له ډیرو و� �ایتونو وایستل شول . که څه هم طالبان ظاهرا پر هغه وخت مات شول خو په تیرو دریو کلونو کې ېې یو ځل بیا جگړې شدیدي شوي هان تر دې چې د کابل دروازو ته د دې چریکې حملو موج را ورسیدو . نن صبا که څه هم طالبان د هیڅ یوې سیمي پوره کنترول په واک کې نه لري خو په ډیرو جنوبي او ختیځو ولایتونو کې ېې فعالیونه گړندي دي او په رڼا ورځ گزمي کوي، جگړې کوي او په حکومتي تاسیساتو بريدونه کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د حامد کرزي چپنه احمد فواد لامع واخیسته", "output": "د افغانستان د ولسمشر، حامد کرزي چپنه چې د امریکا په واشنګټن ډي سي ښار کی لیلام ته وړاندې شوې وه، یوه افغان ځوان وپیروده. د مزایدی په هغو مراسمو کې چې د امریکا پر وخت د پنجشنبې په ماښام د میریدین په نړیوال مرکز کې ترسره شول، په امریکا کې میشت پښتون لیکوال او � �اعر، احمد فواد لامع دا مزایده وګټله او د افغان ولسمشر چپنه یې په شپږ سوو امریکایي ډالرو وپیروده. د مزایدې په دغو مراسمو کې سلګونو تنو امریکاییانو هم ګډون کړی و. د مراسمو په پای کې، ښاغلي لامع د بینوا ویب پاڼې ته وویل هغه ډېر خوښ دی چې د افغان مشر د چپنې په اخیستو یې د هیواد ویاړ ګټلی دی. د ښاغلي کرزي دغه چپنه په امریکا کې د افغانستان د سفارت له خوا د خیریه موسسو په واک کې ورکړل شوې وه چې ټاکل شوې ده پیسې یې د افغانستان کونډو او بې وزلو ته د مرستې په لاره کې ولګیږي. د ولسمشر کرزي د چپنې تر څنګ، نور افغاني توکي هم نندارې او خرڅلاو ته کیښودل شوي و چې بشپړ رپوټ به یې ډېر ژر د بینوا ویب پاڼې له لارې خپور شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان حکومت يو وزير د فنلند هيواد ته روان شوى دى .", "output": "د افغان حکومت يو وزير د فنلند هيواد ته روان شوى دى . د کليو او پراختيا وزارت وزير اتمر په کنفرانس کې د گدون لپاره د فنلند هېواد ته رسيدلى دى . په دغه کنفرانس کې به افغان وزير هڅه وکړى چې د خپل هېواد لپاره داروپايى ټولنې اوږد مهاله مرستې جلب کړې . ده له روانيدو وړاندې ويلى دي چې دى به په دې ټينګار وکړي چې بهرنۍ مرستې دافغان حکومت په واک کې ورکړل شى . د يادولو وړ ده چې د نړيوالومرستو ډيره برخه د دونرو هېوادونو له طرفه په افغانستان کې په مصرف رسول کيږى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سپینې ماڼۍ", "output": "دسپینې ماڼۍ واکمنانو تهغله ته وایې غلا کوه دکور څښتن بیدارساتېڅو به یې دوه مخې څو به داسې اقتدارساتې دا درغلۍ نه دي چې دا ته یې شپه او ورځ کوې؟ولې دا غدار دوستم افغان ولس ته مار ساتې ریچرد هولبروک تا خپله ترکې ته پسې ولېږهاوس ولې پرشا سوې دغه ځان څنګه کنار ساتې؟ ستا ماڼۍ خو سپینه خو بلاوې پکې تورې ديتورې نقشې ته باسې ترهګر ساتې کوکنارساتې هم به شهیدان هم به غازیان هم به وي روغ اوجوړته چې دکابل قاتلان داسې دوامدار ساتې زموږه دلستوڼي ماران غلي لکه مړي ووته یې نازوې راته هریو لکه ښامار ساتې ستا په نړیوال برم دشمال ټلوالې څه وکړلاوس هم په تخرګ کې لا چرګوړي دنظارساتې ښه بازار دتود دی دچړو او باروتي وسلویو حلالوې بل په اورونو کې حیصارساتې دا دهمت غولی داحمد او دمیرویس کوڅېاوروې پرې غشي په لمبو کې قندهار ساتې بیا دې کړه ناولې په ناولو پښوزموږ خاورهڅو به دملالې او ایوب سیمه په څار ساتې؟ هم مرداري ته وکړې هم نور په کاڼو ولې تهنور څوک غولولی نه شې ولې ځان ناګار ساتې ستا دا فرعوني لښکر به مات ته به تري تم شېته چې زموږ کونډې یتیمان همېش ازار ساتې ای بسمله لوی خالق ته لپه کړه لاسونه خپلولې دومره سوځې ولې زړه کې سور انګار ساتې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زموږ کلى", "output": "زموږ کلى په هرګام کې دلته مړى دى جانانه ! زموږ � �ام خو اوبو وړى دى جانانه پر تنو باندې ښايسته سرونه ، نشته ځړېدلى د دار پړى دى ، جانانه کندهارۍ خور مې نن بيا په چيغو ژاړي ماشوم ورور يې چا وژلى دى هره لويشته باندې سره وينه پرته ده بس يوځوان پرې غوړېدلى دى جانانه هر ساعت چې ترې دوه - درې جنازې وځي خو هم دغه زموږ کلى دى جانانه موده وشوه چې له کلي يې کډه کړې تا ( نعمان ) چېره ليدلى دى جانانه ؟ محمد نعمان دوست ، کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خواری ۱", "output": "په پاکستان او عربی متحده اماراتو کی د افغانانو د غیر انساني زورولو او شکنجو په اړوند: د افغان دا خوار حالت ته چې نظر کړموينې څاڅي راته خپل زخمي زړګي نه چې د ژوند له انګازو ئې تو فان جوړ وونن آزار دي بې وسۍ کې له مرګي نه چې غړمبا ئې د زمر و زړه وو چوولید چنګښو شو خوراک له بې ننګي نه د افغان ستره ټبره څه هیر جن ئېد پلرو توره دې هېره کړه خواري نه خدایه څومره به افت را اوروی پرې یا ئې لوړ کړه بیرته ، یا ورک له هستي نه ۱د«ساقي ټوله میکده دې ترېنه ځار شه پښتنه چې جام راډک کړي له منګي نه» په آقتفا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دا ميدان خو مجاهدينو ګټلې و !!", "output": "د وږي په اتلسمه پخواني جهادي مشران کابل ښار کې د خپلې ډلې د يوه قوماندان احمدشاه مسعود اووم تلين په ياد جوړه شوې غونډه کې راټول شوي وو . په دغه ورځ د اتحاد اسلامي مشر استاد عبدالرب رسول سياف ، د جمعيت اسلامي مشر استاد برهان الدين رباني او د حزب وحدت مردم افغانستان مشرحاج محمد محقق خپل زړونه تش کړل او په مستقيمه او غير مستقيمه توګه يې پر ولسمشر حامدکرزي م خامخ په بيلابيلو پلمو نيوکې وکړې خو په حقيقت کې يې په دولت کې له رسېدلو برخو نارضايتي وښوده . استاد سياف خپلو خبرو کې روانو ناامنيو ته په اشارې يوځل بيا د مجاهدينو په ونډه ټينګار وکړ او په عاميانه ژبه يې وويل : (( دا ميدان چې مجاهدين ونه ګټي ، د چا پلار يې نشي ګټلى ! )) د استاد ، دغه خبره له دوه اړخو زمالپاره د پوښتنې وړ ده : اول داچې دده او نورو جهادي مشرانو تر لارښونې لاندې پخواني مجاهدين خو د شوروي اتحاد د ي� �غلګر پوځ پر وړاندې جنګېدل ، خو اوس به د چا پروړاندې جنګېږي ؟؟ بله پوښتنه داده چې د زرګونو مجاهدينو د س� �ښندنې په برکت ، جهادي مشران د ميدان ګټوونکي وپېژندل شول خو دغو مشرانو له ګټلي ميدان سره څه وکړل ؟ ولس شاهد دى چې د همدغو جهادي مشرانو تر قوماندې لاندې ، د يو نيم ميليون انسانانو ککرې خاورې شوې ، په سلګونو زره معيوب شول ، په زرګونو لادرکه شول ، وطن له کوڼدو ، يتيمانو او ... ډک شو او بالاخره جهادي مشران په ١٣٧١ کال کې ګټلي ميدان ( کابل ښار ) ته راننوتل . خو په دغه پنځه کلنه موده کې رهبرانو د ميدان له اصلي ګټونکو ( م جاهدينو ) له ارمانونو سره څه وکړل ؟ ايا مجاهدينو په همدې موخه د خپلو مشرانو په امر سرونه بايلول چې د کورنۍ پاتې غړي يې د خپلو مشرانو ترمنځ دواک په سر جګړه کې ووژل شي ؟ مجاهدينو دهمدې لپاره خوږ ژوند له لاسه ورکړ چې رهبران دي په داخل او بهرکي مارکيټونه ولري ، ښکلې ودانۍ دې ولري او د دوي يتيمان دې سوالګر شي او ايا ؟؟؟؟ په هر صورت ، جهادي مشران دې نور د ميدان ګټلو لاپې شافې نه کوي ، تجربو وښوده چې دوى د ګټلي ميدان د سات� �و وړتيا نه لري . جهادي مشرانو ته خداى ج دپاکو مجاهدينو په برکت ډېر لوړ امتيازات او قدرونه ورکړل ، ډېر يې ونازول خو دوى ځان ونه پېژانده . ښه مې په ياد دي : په هريپور کمپ کې مو د مهاجرت ترخې شپې ورځې سبا کو� �ې ، هغه مهال د يوه لومړني ښونځي زدکونکى وم . يو ناڅاپه بې باډۍ ډاټسن موټر چې پر سرونو يې لاوډ سپيکرونه � �ګيدلي و ، کمپ ته د استاد سياف د راتګ زيري ورکول پيل کړل . خلکو خپل کاروبار پرېښود ، له هرې خوا لکه مچۍ ټاکلي ځاى ته راغونډېدل ، زه هم له ډېر شوقه په ماشومو قدمونو د خپل مشر د ليدو په نيت د غونډې ځاى ته ورغ� �م ، د څو ميښو پر مريو چړې کش شوې ، ديګونه باندې شول او ټولو بې صبرانه د خپل جهادي مشر دراتګ انتظار ويست . شيبه وروسته انتظار پاى ته ورسېد ، څو موټر راورسېدل ، ولاړ خلک په دوړو کې پټ شول ، استاد سياف ترې راښکته شو ، له هرې خوا دتکبيرچيغو داسې ځمکه لړزوله لکه طارق ابن زياد چې د اندولس په ځمکه راښکته شوى وي . استاد د مايکروفون شاته ودرېد او خلک ورته ټول يو غوږ و . د استاد د هغه مهال خبرې مې په ياد نه دي ، خو د هغه وخت حالت مې په ياد دى چې خلکو څومره مينه ورسره وښوده . خو اوس چې همدغه مشران د ټلويزيون پر ښيښه را ښکاره شي ، خلک چاينل بدلوي ځکه دوى ته د رهبرانو پخوانۍ وعدې او واک ته د رسېدو په مهال د هغوى کړنې يادېږي او نور شايد څوک پرې دميدان ګټلو زړه ونه تړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست:دري ترکي انجنران اودوه تنه افغان کارګران تښتول شوي دي.", "output": "دغه دري تنه ترکې انجنران اودنوموړي بهرني شرکت دوه تنه افغان کارګران چې ديوڅه مودي راهيسې دتڼيوپه ولسوالۍ کې په يوه کاري پروژه يې کارکوو دشپږم په ورځ دنامالومووسله والوکسانودلوري هغه وخت بيول شوي دي کوم وخت چې دوي دنددوداجراڅخه بيرته په ښارکې خپل دفترته په لوري روان وو دتڼيوولسوال حکيم والي تڼی بينوا ويب پاڼی خبريال ته وويل چې دغه ترکي شرکت ځانګړي امنيتې ګارد درلود اوکله چې دوي خوست ښارپه لوري تلل زمونږ دولسوالۍ امنيتي ساتوونکې ياپوليس نه دي په جريان کې اچولي ج دي زياتوي چې زماپه ګمان يادشوي کسان ددغه سيمي څوتنوغلوددوي پرسردڅوپيسوترلاسه کولوپه موخه دوي له ځانه سره بيولي وي ديادوني وړده چې څه وخت وړاندي هم يوتن دجی ټی زيډ موسسي يوتن انجنردمخانيکې ليسی څخه نامالوموکسانوبيولي وو چې ورر سته دڅوروپيودورکړي په بدل کې ازادکړي شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهار : په زياته كچه نشه ايي توكي وسوځول سوه", "output": "احمد لوين : كندهار په كندهار كي ۱۱ ټنه نشه ايي توكي چي دتيرو لسو مياشتو په موده كي پوليسو تر لاسه كړي وه وسوځول سوه .ياد مخدره توكي چي دتيرو لسو مياشتو په موده كي د كندهار امنيه قوماندانۍ د مخدره موادو سره دمبارزي دمديريت پوليسو او په كندهار كي دنشه ايي توكو سره دمبارزي درياست دكاركوونكو له خوا په بيلابيل ډول ترلاسه سوي وه نن تر غرمي مخكي د كندهار ښار ختيځ لوري ته په يوه دښت كي په داسي حال كي چي دكندهار والي توريالي ويسا او دپوليسو او ايساف استازو هم ګډون درلود په عام محضر كي وسوځول سوه .كندهار والي توريالي ويسا رسنيو ته وويل چي په نوموړو مخدره موادو كي ۹۵۰۰ كيلو ګرامه اومه او پاخه چرس ، ۱۴۷ كيلو ګرامه هيروين ، ۱۶۵ كيلو ګرامه تارياك ، ۱۰ كيلو ګرامه مورفين ، ۱۰۴۰ كيلو ګرامه كيمياوي مواد ، او اتيا بوتله الكولي مشروبات شامل دي چي په مجموعي ډول ۱۱ ټنه كيږي چي دتيرو لسو مياشتو په موده كي د پوليسو په هلوځلو تر لاسه سوي وه ، ښاغلي ويسا وويل چي دنوموړو نشه ايي توكو سره ۱۰۷ تنه تورن كسان هم نيول سوي دي چي دقانون له مخي سزا وركړل سوي ده .ديادوني وړ ده چي مخكي هم څوڅو ځله په ورته ډول نشه ايي توكي دپوليسو له خوا نيول سوي او سوځول سوي دي .او دكندهار امنيه قوماندانۍ دمسوولينو په خبره چي اوس هم پوليس په دي لټه كي دي چي دكندهار نه د مخدره موادو شتون په بشپړ ډول له منځه يوسي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په نیپال کې د لویو مظاهرو د بري لمانځنه کیږی", "output": "په نیپال کې د اوپوزیسیون ستره پلان شوې مظاهره اوس د بري د نمانځلو په مراسمو بدله شوه. پادشاه گیانیندرا د څو اونیو راهیسې احتجاجونو له امله د اوپوزیسیون فشار ته تسلیم شو. نوموړي اعلام وکړ، چې دی به څلور کاله مخکې منحل شوي پارلمان ته بیرته د فعالیت اجازه ورکړي. په دې توگه دغه مطلق العنان پادشاه د اوپوزیسیون تر ټولو مهمه غوښتنه ومنله. د نیپال د اوسیدونکو خوشحالي. له څو اونیو راهیسې پراخو احتجاجونو خپله اغیزه څرگنده کړه. پادشاه گیانیندرا له خپل دریځ څخه تیر شو او په دې توگه د اوپوزیسیون تر ټولو مهمه غوښتنه پوره شوه. 00,13 نوموړي مطلق العنان د دولتي تلویزیون له لارې اعلام وکړ، چې » څلور کاله مخکې منحل شوی پارلمان به بیرته خپلې دندې ته دوام ورکړي«. ویل کیږي، چې د پارلمان لومړۍ غونډه به د جمعې په ورځ جوړه شي. پادشاه د خپلې وینا په ترڅ کې د احتجاجونو د قر بانیانو په اړه هم خپله اندیښنه څرگنده کړه. پرون هم په لسگونو کسان ټپیان شوي دي. اوپوزیسیون په تگ راتگ باندې پر بندیز سربیره ټوله ورځ مظاهرې وکړې. تراوسه څرگنده نه ده، چې د نیپال اوسیدونکي به د پادشاه له دغې ژمنې څخه راضي وي او که نه او آیا نوموړی به وکولای شي، چې په خپلې دندې پاتې شي او که څنگه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیا کې تښتول شوي ماین پاکان د پیسو په بدل کې آ زاد شوي", "output": "عزمت علي یوې سرچینې چې د پکتیا ولایت څخه یې د تښتول شویو ماین پاکونکو په خلا صون کې د تښتونکو او موسسې د چارواکو تر مینځ د م نځګړي رول لوبولی نن د دوشنبې په ورځ غرمه بینوا ویب پاڼي ته وویل چې تښتول شوي ۱۶ ماین پاکونکي د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې آزاد شوي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو د خلاصون په برخه کې د هر � �از معاملې خبر رد کړی دی . دغه کسان نن سهار د پکتیا له مچلغو سیمې څخه آزاد کړای شول چې ځيني یې خپلو کورونو ته هم رسیدلي دي. هغه سرچینه چې دغه خبر یې خپور کړی د پکتیا ولایت یو قومي مشر دی چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې خپور شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "ځوا ني شيبه ده دسرورڅپه ده د مستوهيلودغرورڅپه ده نن دنړۍ په هستۍ مه غو� �يږه شيبه كې وركه ده د نورڅپه ده دزما نې له لاس جامونه واخله هم دسروميوخمونه واخله هسې د هست په نړۍ اورپورې كړه دزړه له تله دې دردونه واخله دازمانه ده د رازونونښه د پټو، پټواسرا� �ونونښهنشته دتللواوراتللوحسابهم دخوښيواوغمونونښه نوراشه ګرانه چې غمونه هيرګړوثواب به هي� �هم ګناهونه هيركړوژوندون به واړه په مينابدل كړوجنت به هيرهم دوزخونه هيركړو تورې دې سپينې ورته شپې كړه يوځل پورته د ميوپيمانې كړه يوځل زړه دې مينځلى كړه په ميوميناواړه دژوندشيبې ترخې كړه يوځل چې شې خبرپه رازاونيازدژندونهم په اسرارهم په اندازدژوندونخپله به هيره كړه عدم اوهستيبيابه نوم يادنه كړې په ناز دژوندون"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښوونځيو سره د يوې افغان ميرمنې د کمپيوټر مرسته", "output": "افغان ميرمنې انيسې ګيلاتې پرون د وردوګو ولايت د جغتو ولسوالى د غازى محمد جان خان او ګربت دليسو سره د ٢٠ کمپيوټرو مرسته وکړه. راټول شويو زده کوونکو ، ښوونکو او د سيمې يو شمير مخورو او سپين ژيرو ته په وينا کې انيسې ګيلانى وويل : د هېواد ديو شمير ښوونځيو له پاره د دا ډول اوږد مهالو مرستو پروګرام له ځان سره لرم او ډير ژر به د وردګو ولايت له يو شمير نورو ښوونځيو سره هم د کمپيوټر مرستې وشى . سيمه ايزو اسيدونکو د دغې ميرمنې له مرستې څخه مننه وکړه او له نورو سوداګرو اوشتمنو څخه يې غوښتنه وکړه چې دزده کړې د ښه والى لپاره دا ډول مرستې وکړي . د ٢٠ کمپيوټرو بيه څه کم لس زره ډالر اټکل شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاكستان، نړيوال امنيت ته يو ګواښ", "output": "غلام جيلاني ځواك د پاكستان دخلكو دګوند مشري او پخواني لومړي وزيري بي نظير بوټو د امريكا د مشهور تلويزيوني پروګرام، واشنګتن ژورنال په يو مخامخ پروګرام كي ويلي دي چي كه پاكستان كي د خلكو رښتيني استازو ته په ټاكنوكي اجازه ورنكړل شي، پاكستان كي هم كيداي شي پاكستاني حماس واك ته ورسيږي. د ترهګرو لاس ته د اتومي وسلو د رسيدلو د احتمال په هكله د يوسوال په ځواب كي بي نظير وويل چي كه په پاكستان كي دبنسټ پالني مخه ونه نيول شي نو دا شوني ده چي اتومي وسله د ترهګرانو لاس ته ولويږي. همدارنګه د پاكستان يو بل پخواني لومړي وزير او د پاكستان د مسلم ليګ ګوند مشر ميا نواز شريف په لندن كي يوي غونډي ته د وينا په ترڅ كي دي ته اشاره وكړه چي دپاكستان اتومي پروګرام به بالاخره تر پوښتني لاندي راشي. پاكستان كي د پيپلز ګوند او د مسلم ګوندونه تر ټول ستر سياسي ځواكونه ګڼل كيږي، د پاكستان په مختصر ژوند كي هغه مهال چي واك د پوځيانو په لاس كي نه وي، نو واك يا د پيپلز ګوند اوياهم دمسلم ليګ په لاس كي وي، دا بيله خبره ده چي د غير پوځي او په ښكاره د ولسواكو حكومتونو په مهال هم اصلي واك د پوځ او آيي ايس آيي په لاس كي وي. خو بياهم د پاكستان د اتومي پروګرام په هكله دبي نظير بوټو او نواز شريف څرګندوني د پام وړ دي. هغه څه چي بي نظير بوټو ويلي دي يو رښتوني ګواښ دي چي په پاكستان كي د بنسټ پالني پايله ده. هغه څه چي نواز شريف په دي هكله ويلي دي هغه په پاكستان ددي ګواښ په وړاندي د نړيوالو انديښنه بيانوي. نواز شريف په حقيقت كي وايي چي نور نو ديو بنسټ پال پاكستان اتومي پروګرام نړيووالو ته دزغملو وړ ندي، نن دي كه صبا نړيوال به په دي هكله يو جدي ګام پورته كوي. نوازشريف اوبي نظير بوټو غواړي وښيي چي ګواكي پوځي حكومت په پاكستان كي د ترهګري د ودي يو ستر لامل دي.دا خبره تر يو حده سمه هم ده، د پاكستان بنسټ پال ګوندونود پاكستان په څه كم شپيته كلن تاريخ كي هيڅكله دومره راي ندي ګټلي چي ايالتي حكومتونه جوړكړي او يا په مركزي پارلمان د يو اغيزمن سياسي ځواك په توګه رابرڅيره شي، خو پرويز مشرف په بيلا بيلو پلمو او دسيسو وكولاي شول د پاكستان په تيرو ټولټاكنوكي د پاكستان د پيپلز ګوند، مسلم ليګ اويو شمير نورو اغيزمنو سياسي ګوندونو مخه ونيسي،دا خبره ټول مني چي دمشرف ټاكني له درغليو ډكي وي. د مشرف د سيكولر سياسي ګوندنو د وهلو پاليسي ددي لامل شوه چي په پښتونخواه كي په يواځي توګه او په بلوچستان كي د مشرف پلوه مسلم ليګ سره د يوائتلاف په شكل كي د مذهبي ګوندونو ائتلاف چي آيي ايس آيي په ډيره خواري اوزيار سره يو ځاي كړي وو، حكومتونه جوړ كړي. د مسلم ليګ هغه ډلي چي اوس په پنجاب او مركز كي واك لري، او د بلوچستان او د پښتونخواه ايالتي حكومتونه په دي ښه پوهيږي چي ددوي واكمني د پرويز مشرف د واكمني پوري تړلي ده، نو پدي خاطر دوي اړ دي چي په پارلمان كي دننه اود پارلمان نه بهر د مشرف هره روا او ناروا خبره ومني اوپرځان يي پلي كړي، چوهدري شجاعت حسين د مشرف پلوه مسلم ليګ ګوند مشرڅو ورځي دمخه وويل چي د ۲۰۰۷ كال تر ټولټاكنو وروسته به هم زموږ ګوند په واك كي پاتي شي او موږ به مشرف سره لدي چي د وسله والو ځواكونو لوي درستيز هم وي د ولسمشر په توګه وټاكو. په دي توګه مشرف وكولاي شول بي له كومي سردردي د يوي اوږدي مودي لپاره په واك د پاتي كيدو لار ځانله پرانيځي. ددي په خوا كي د بلوچستان او پښتونخواه په سيموكي د بنسټ پال ائتلاف د حكومتونو له لاري دپاكستان پوځي حكومت او آيي ايس آيي غواړي نړيوالو ته وښايي چي په پاكستان او بيا په تيره په پښتونخواه او بلوچستان كي بنسټ پالان پراخ ولسي ملاتړ لري نولدي كبله د پاكستان حكومت نشي كولاي په دي سيمه كي د بنسټ پالني او ترهګري په وړاندي كلك ګامونه پورته كړي. دخپلي همدي كړنلاري له امله پاكستان وكولاي شول په تيرو څلور كالوكي خپلي دوه مخي پاليسي ته ادمه وركړي، هم د ترهګري پرضد د جګړي په اول كتار كي ودريږي او په دي پلمه ډيري مرستي امو امتيازات ترلاسه كړي،اوهم د افغانستان اوهند پرضد د ترهګري اوبنسټ پالني نه ديو سياسي وسلي او وسيلي په توګه كار واخلي اود افغانستان د كمزروي كولو خپله پخواني پرمخ بوځي او همدا رنګه د چمتو والي ولري كه احياناً د ترهګري پرضد نړيوال ائتلاف په جګړي كي ستړي شي او يا د ماتي سره مخ شي نو پاكستان وكولاي شي داتشه ډكه كړي او په افغانستان كي خپلي ريښي نوري هم كلكي كړي. بنسټ پالنه د پاكستان د پنجابي او پوځي بيروكراسي په لاس كي ترټولو تيره او اغيزمنه وسله ده، ددي وسلي نه پرته پاكستان نشي كولاي د افغانستان اوهند په هكله خپل شوم پلانونه پلي كړي پرته لدي څرنګه چي پاكستان د مذهبي كركي اونفرت پربنسټ جوړ شوي نو بنسټ پالنه د پاكستان ايديالوژيك بنسټ او د پاكستان د شتون لامل دي، نو پاكستان به هيڅ بيه دي ته چمتونشي چي دا وسله يي له لاسه واخستل شي كه دلته يو رښتوني سيكولر ټولنه جوړه شي نو بيا هيڅ دليل نه ليدل كيږي چي داسيمه دي دهند نه بيله د يو مملكت په شكل وجودولري. پرويز مشرف پرته له سطحي ګامونو او غولونكو اعلانونو او خبرو پرته په پاكستان كي د بنسټ پالني اوترهګري په وړاندي داسي كوم ګام نشي اخستلاي چي په رښتيني توګه دترهګري اوبنسټ پالني ملا پري ماته كړي. همدارنګه كه د يوي شيبي لپاره دا ومنو چي مشرف په رښتيا غواړي د بنسټ پالني اوترهګري ملا ماته كړي،خو بياهم مشرف نشي كولاي دا كار وكړي، اوس په پاكستان كي بنسټ پالنه په يو داسي ځواك اوښتي چي دا كار د پاكستان هڅ حكومت ته دومره اسانه ندي. بنسټ پالنه په پاكستان كي يواځي يو څو مذهبي او سياسي ګوندونو پوري تړلي نده. د پاكستان په پوځ او نورو امنيتي اواستخباراتي موسسو كي بنسټ پالان ژوري اغيزي اونفوذ لري. نود بي نظير بوټو دا څرګندوني او د نړيوالي ټولني دا انديښنه چي كيداي شي د پاكستان اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ولويږي، يو جدي او رښتيني ګواښ دي. كه نړيوال ددي ګواښ په وړاندي د غفلت اوبي خبري نه كار واخلي نو لري نده چي بشريت به د يو بلي ستري غميزي سره مخ شي، كه اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ورغله نو بيا د كوم يو هيواد نه، بلكي د ټولي نړي امنيت به د يو ستر ګواښ سره مخ شي. دلته بايد دا يادونه هم وكړم چي بي نظير بوټو نړي ته ددي ګواښ لامل په پاكستان كي پوځي حكومت ښودلي، ياني كه په پاكستان كي ولسواك حكومت رامنځ ته شي نو كيداي شي ددي ګواښ مخه ونيول شي، دبده مرغه ددي ګواښ مخه نيول په پاكستان د يو غير پوځي حكومت په شتون كي هم شوني نده. په پاكستان كي دقدرت جوړښت داسي دي چي دلته حكومت دكوم سياسي ګوند په لاس كي وي كه د كوم پوځي جنرال، د واك اصلي سرچينه آيي ايس آيي ده، د پاكستان ټولي ستراتيژي د آيي ايس آيي لخوا جوړيږي او د آيي ايس آيي ترڅارني لاندي يي حكومتونه پلي كوي. نوكه په پاكستان پوځي حكومت وي او كه ملكي، دا ګواښ به چي د پاكستان اتومي وسله د ترهګرو لاس ته ورنه شي، تل نړي ګواښوي. نوآيا په كار نده چي نړي په جدي توګه په دي هكله غور وكړي؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مايکل جکسن دبدو جنسی اړیکو په تور محکمې څخه بری شو", "output": "دپاپ د موسیقی وتلی امریکایي سندرغاړی مایکل جکسن چي له یوه دیارلس کلن هلک سره دبدو جنسی اړیکو په درلودو تورن وو او داڅه موده یې محاکمه د متحده ایالاتو په کالیفورنیاکي روانه وه بری شو ددوشنبی دورځی په ماپښین دمحکمې ویاند دکالفورنیاپه سانتاماریاکي له ټولو جرمونو دده برات حکم اعلان کړچی دمایکل جکسن د اواز خوښونکویې په چیغو چکچکو اوخوشحالیو هرکلی وکړ. وروسته لدې چې دده دبرات اعلان وشو خپله جکسن پداسی حال کې چي خپلو مینه والوته یې لاس ښوراوه له محکمې راووت اوپرته لدې چي خبري وکړي له خپلي خور جانت سره په گاډی کي له سیمي لري شو. هلته په محکمه کي دنړیوالوخبري اژانسونوحاضرخبریالان وایې جکسن ته چي دخپلي کورنی له غړوسره دمحکمې حکم ته سترگي په لاره وو دبرات اعلان وشو نو ژر ژر یې خپلي اوښکي پاکولي . دمایکل جکسن محکمه دفبروری په میاشت کی پیل شوه د روانی میاشتی په دویمه دجکسن مدافع وکیلانو او قاضيانود بندو دراوزو ترشا غونډه وکړه . په پیژندل شوی امریکایی سندرغاړی مایکل جکسن باندی لس داسی تورونه لگول شوی وو چی دیارلس کلن گوین ارویزو ته یی شراب ورکړی جنسی تیری یی ورباندی کړی دهغه دکورنی او پخپله دده د تښتونی هځی یی کړی اوداسی نورورته تورونه . محاکمه په یوه مستند ویډیویی فلم پیل شوه چی یوه بریتانیایی خبریال مارتین بشری دمایکل جکسن په اړه جوړ کړی وو پیل شوه خو وروسته بیاپه ده باندی لس واړه لگیدلی تورونه باطل وبلل شول . که په مایکل جکسن باندی له ماشومانوسره د کرغیړنو جنسی اړیکو اودهغوی د ځورونی دا تورسپین شوی وای نو محکمی به لژترلژه دشلوکلونو بندحکم ورباندی کړی وای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزونې", "output": "غزونې حبیب الله زړه سواند پسرلي چې شي میلمه کله چمن کېغزونې کړې وږمې د ګل بدن کې چې د وینې مینې زړه مې ترینه نه شيتیرومه د غم شپې ځکه وطن کېکه تیارې د ماښام نه راتلای محفل ته اور به ولي بلیده د شمعې تن کې د غریبو سره توی مې شوې له سترګوشي ډیوې به مې دا اوښکې په مدفت کېچې په ژوند کې یې تپوس زما و نه کړمخې مي پټ ښه دی اشنا نن په کفن کېچې سپوږمۍ شي د یو ځای نه وبل ځای ته د پردیسو کډې ځې په ماخوست کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمعلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ شورا پرانېستل شوه", "output": "دهېواد په کچه دانټرنټ له لارې دمعلوماتي ټکنالوژۍ د پراختيا په موخه د معلوماتي او مخابراتي ټکنا� �وژۍ ملي شورا دغبرګولي په ٦مه نېټه دمخابراتو وزارت په چوکاټ کې پرانېستل شوه . دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير انجنير اميرزي سنګين ، دنوموړي شورا دپرانېستلو په محفل کې وويل چې ددې مرکز رياست د جمهوري رياست د لومړي مرستيال احمد ضيا م سعود پر غاړه دى . دنوموړي په وينا، ددې شورا دجوړولو موخه دم علوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د تګلارو جوړول ، دهېواد په کچه دمعلوماتي ټکنالوژۍ هڅونه اوملاتړ ، دمعلوماتو دوړاندې کولو په برخه کې ددولتي ادارو همغږي کول او داسې نور دي . دنوموړي دمع� �وماتو له مخې ، د جمهوري رياست مقام ، دمخابراتووزارت ، دلوړو زده کړو وزارت ، دماليې وزارت ، داقتصاد وزارت ، دسوداګرۍ وزارت ، دکورنيو چارو وزارت ، دبهرنيو چارو وزارت ، داطلاعاتو او کو لتور وزارت او پوهنې وزارت ددې شورا غړيتوب لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابينه کې دغه بدلون راغئ", "output": "حنيف اتمر د کورنی چارو د وزير په توګه، ضرار احمد م� �بل د کډوالو او بيرته را ستنيدونکو د وزير په توګه ،ډاکټر فاروق وردګ د پوهنې د وزير په توګه ، اسد الله خالد د پارلماني چارو د وزير په توګه ،محمد اصف رحيمي د کرنې او مالدارۍ د وزير په توګه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: افغانستان ته د نورو سرتیرو لیږل له افغان ولس سره د امریکا د دښمنۍ معنی لري", "output": "نتکۍ د طالبانو ډلي د افغانستان لپاره د امریکې د جمهور ریس بارک اوبهاما د نوي ستراتیژۍ په غبرګون کې ویلي چې که چیرته امریکا افغانستان ته نور سرتیري واستوي نو دا کار به له افغان ولس سره د امریکا د څرګندي دښمنۍ تعبیر وي. اوبهاما تیره ورځ افغانستان ته دیرشو زرو نورو سرتیرو د استولو خبر ورکړ. طالبانو ویلي که څه هم اوبامادخپلې نوې ستراتيږى داعلان پروخت ، په دې خبره اعتراف وکړچې دوي دډيرجنګ ځواک اوحوصله نلري اوتراوسه دافغانستان اوعراق په جګړي دامريکاله يوټرليون نه ډيرلګښت شوي اودديرش زرونووپوځيانودليږلو ترخوا به په راتلونکو١٨مياشتوکې له افغانستان نه دامريکايي عسکرودويستلو پيل کوي، خوددغواعترافاتو باوجود افغانستان ته دنورو پوځيانو داستولوستراتيږي ، دامريکااواوباماله لوري دافغان ولس په وړاندې ددښمنى ددوام څرګندتعبيرلري په ورته وخت کې په میدان وردګو کې د طالبانو یوه قوماندان رسنیو ته ویلي چې افغانستان ته د نورو امریکايی سرتیرو استول د نورو امریکایانو د وژلو په معنی دي او دغه کار به د طالبانو مقاومت مات نکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار : دامنيه قوماندانۍ يو افسر ووژل سو", "output": "احمد لودين نن سهار شاوخوا نهه نيمي بجي د کندهار ښار په زړه شابازار کي د کندهار د امنيه قوماندانۍ يو تن افسر نامعلومو کسانو وواژه او يو ملکي وګړى يي ټپي کړ .د کندهارد امنيه قوماندانۍ دامنيت امر فضل احمد شيرزاد بينوا ته وويل چي وژل سوي کس دامنيه قوماندانۍ افسر وو او دنورو معلوماتو ورکولو څخه يي ډډه وکړه ده زياته کړه موضوع تر پلټني لاندي ده او وروسته به نور معلومات ورکړي .خو په کندهار کي يوي امنيتي سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط وويل وژل سوي کس دامنيه قوماندانۍ د تروريزم سره دمبارزي د مديريت غړى دي او غلام سخي نوميدي چي دخپل يوه ملګري سره په سيمه کي پر يوه دکان دباندي ناست وو چي نامعلومو کسانو چي پر موټر سيکل سپاره وه ډزي پري وکړي او غلام سخي يي وواژه او دکاندار يي ټپي کړ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د منافقانو مثال د اسلام له نظره", "output": "مَثَلُهُمٌ كَمَثَلِ الَّذِي اسٌتَوٌقَدَ نَاراً جمثال دمنافقانو په شان دمثال دهغه چادی چی بل کړی یی وی اور فَلَمَّآ اَضَآءَتٌ مَا حَوٌ لَهُ ذَهَبَ اللَّهُنوکله چی روښانه کړی دغه (اور) هغه ځایونه چی شاوخوادهغه دی نوم ړه کړی اللهبِنُوٌرِ هِمٌ وَ تَرَ كَهُمٌ فِيٌ ظُلُمَاتٍ رڼا د (اور) ددوی اوپریږدی دوی په تیارو کیلاَّ يُبٌصِرُوٌنَ ( ۱۷ )په دی حال کی چی هیڅ نه وینی تفسیر : ددغه آیت مطلب دادی چی منافقان ګمراهی ته هدایت وایی ، ړندو ته چی شی نه وینی بینا وایی ،ددوی مثال دداسی خلګو په رقم دی ، لکه چی یو څوک په تیاره شپه کی په یو دښته کی ناست وی نو یی اور بل کړی وی چی شا اوخوا په ووینی او هم ځان دوحشی ژویو (حیوانات ) څخه په وساتی ، کله چی اور مړ سی نو دوی دړندو په مثال وی شی نه وینی ، همداسی منافقانو هم دمسلمانانو له ویری دشهات دکلمی له رڼا څخه غوښته ګټه واخلی چی هغه یی دځان ستل او مال خوندی کول وه چی هغه کار به یی وکی بیرته به دکفر خواته ولاړل صُمٌّ م بُكْمٌ عُمٌيٌ فَهُمٌ لاَيَرٌجِعُونَ (۱۸) لا(دوی) کاڼه دی ګونګیان دی ړانده دی نو بیرته نه راګرځی دوی(له ګمراهی نه)تفسیر : یعنی کاڼه دی چی رښتیا او حقه خبره نسی اوریدای ، ګونګیان هم دی چی د حق له اقراره او رښتیا ویلو ، ړانده دی دحق دلیدو او دخپلی ګټی اوتاوان له لیدلو ، نو چی څوک هم ړوند وی هم کوڼ وی هغه به خپله لاره څرنګه پیداکی ، نو دګمراه انسان څخه څو ک هیڅ توقع نه لری . اَوٌكَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌیا په شان دهغه تیزباران(چی اوری) له طرفه دآسمانه چی وی په ده کي تیارې وَّ� �َعْدٌ وَّ بَرْقٌج يَجٌعَلُوٌنَ اََصَابِعَهُمٌاو تندر(تالانده) او بریښنا نوننه باسی دوئ ګوتی خپلیفِیٌ اَ ذَ ا نِهِمٌ مِّنَ الصَّوَا عِقِ حَذَ رَپه غوږو خپلوکی له امله د سخت آواز د تندرو له ویریالْمَوٌتِ ط وَاللهُ مُحِیٌطٌ بِالْکَافِرِیٌنَ (۱۹)د مرګه او الله احاطه کوونکی دی په کافرانو( په علم اوقدرت خپل)تفسیر : دمنافقانو دپیژندنی یو بل ډول : دادوهم مثال دی چی د دوهم ډول منافقانو دپاره ئې بیان کړی دی ، داهغه قوم دۍ چی کله حق پر معلوم سی او کله بیا په شک کی ولویږی ، دشک په وخت کی دوې داسی وی لکه دپسرلی دنیمی شپې باران چی ډیر توند اوتیز وی ، د صیب معنی باران دی بعضی خلګو د اوریځو په ژباړه اړولی دی مګر ډیر د باران په معنی دغه توری مشهور دی چه په تیاره کی ډیر تیز او توند باران اوری ، د ظلمات ژباړه د شک ، کفر او نفاق دی ، درعد څخه موخه د ډیر غټ اواز تالانده او ټکی ته وائې ، دغه حال دمنافقانودی چه هر وخت په بیره او پریشانی کی وی .دکافرانو دوه قیسمه دی ،دکفر وخواته تبلیغ کوونکی اودهغه تقلید کوونکی ، دمنافقانو هم دوه قیسمه دی ، خالص او پوخ منافق او بل هغه چه دنفاق یورګ په کښی کی وی ، په صحیحینو کی یو حدیث دی ، چه حضرت عبدالله بن عمرورضی الله تعالی عنه فرمائې ، رسول الله (ص) فرمایلی دی ، چه درې (۳) خصلتونه داسی دی چه په انسان کی وی هغه پوره منافق دی ، لکه په خبروکی درواغ ویل ، وعده خلافی کول ، په امانت کی خیانت کول . یَکَادُالْبَ� �ٌقُ یَخٌطَفُ اَبٌصَارَ هُمٌ طنژدې ده چه بریښنا په چابکی سره یوسی ( نور) دسترګو ددوئ کُلَّماَ اَ ضَآ ءَلَهُمٌ مَّشَوٌ ا فِیٌهِ ق لا وَ اِ ذَآ اَظْلَمَکله چه رڼاکړی دوی ته لاره نوروان شی دوئ په کښی اوکله چه تیاره کړیعَلَیٌهِمٌ قَا مُوٌ اطوَ لَوٌ شَآءَاللهُ لَذَ هَبَ بِسَمٌعِهِمٌپه دوی نوودریږی، اوکه اراده کړی وای الله نوخامخا زائل کړی به ئې وه (ظاهری قوت) داوریدلو ددوی وَ اَ بٌصَارِ هِمٌ طاو (ظاهری قوت) دلیدلو ددوی ، اِ نَّ اللهَ عَلَی کُلِّ شَیءٍ قَدِ یٌرٌ (۲۰) ې ۲عبیشکه الله پر هر شی ښه قاد� �دیتفسیر: موخه ئې داده چه منافقان به تل خپل په ضلالت او تاریکو خیالاتو اخته وی کله چه په اسلام کی ګټه وینی او داسلام معجزی ورښکاره سی نو په ښکاره ډول دخلګو مخ ته په سمه لاره روان سی ، چه دنیوی ګټی ووینی نو ئې اسلام هیر شی او خپل اصلی حالت ته راسی ، مګر الله تعالی په هر شی قادر او پوه دی ددوی شیان ئې په درد نه خوړل کیږی .ددې سورت له شروع څخه تر دې ځایه پوری ددریو ډلو ذکر وکړوفرمایه لمړۍ دمومنانو دوهم دکافرانو چه دهغوۍ پ� �زړونو داسی یو ټاپه مهر لګولی دی چه هیڅ وخت به نسی مومنان اوایمان به رانه وړی ، دریم دمنافقانو چه په ښکاره لکه مسلمانان مګر ددوی زړونه په هیڅ یولوری پوری نه وی .یَآ ََیُّهَا النَّاسُ اعٌبُدُوارَ بَّکُمُ الَّ� �ِیٌ خَلَقَکُمٌ ای خلګو! عبادت وکی! درب خپل هغه( رب چه) پیداکړی ئې تاسیوَالَّذِیٌنَ مِنٌ � �َبٌلِکُمٌ َعَلَّکُمٌ تَتَّقُوٌ نَ ( ۲۱ ) عـب لا او هغه کسان چه ووپخوا له تاسودپاره ددی چه تاسی ځان وساتی،( له عذابه دالله) الَّذِیٌ جَعَلَ لَکُمُ الاْ ََرٌضَ فِرَاشًاوَّالسَّمَآءَبِنَآءً صهغه (رب) چه ګرځولی ئې ده تاسوته مځکه فرش او آسمان چتوَّ اَنٌزَ لَ مِنَ السَّمَآ ءِ مَآءً فَاَ خٌرَجَ بِهِ مِنَ اونازلی کړی ئې دی له آسمانه اوبه پس راوئې ایستې په دې سره له هرډولالثَّمَرَاتِ رِزٌقًالَّکُمٌ ج فَ� �اَتَجٌعَلُوٌا ِللهِ اَنٌدَادً ا میوو څخه روزی تاسې ته نومه ګرځوی له الله سره شریکان حال داچهوَّ اَنٌتُمٌ َعٌلَمُوٌنَ (۲۲)تاسې پوهیږی( چه الله شریک نه لری)تفسیر:دالله تعالی تعریف چه الله تعالی خپل په ژبه کړی دی ، ددغه ځای څخه دالله تعالی دتوحید اوالوهیت بیان شروع کیږی ، چه دغه خپل بندګان چه دهیڅ څخه ئې په وجود راوړی دی اوهر طرح میوی ظاهری اوباطینی نعمتونه چه ئې عطاکړی دی ، چه مځکه ئې غوړولی ده غرونه ئې دمیخو په شان په مځکه کی ټکوهلی دی او آسمان ئې دچت په رقم درولیدی دآسمان څخه داوریځی په واسطه باران رااوروی دهغه څخه میوې شنې کیږی انسانان اوژوی ځنی ګټه اخلی یوازنۍ رازق اومالک الله تعالی دی چه هر څه دده په لاس کی دی ترهر بل چا دالله تعالی عبادت کول غوره کار دی اوهیڅ یوبل دالله تعالی سره شریک ونه نیسی.په صحیحین کی یو ح دیث دی ، چه حضرت ابن مسعود رض الله تعالی عنه د رسوالله (ص) څخه پوښتنه وکړه چه تر ټولو لویه ګناه کمه یوه ده ؟ رسوالله (ص) وفرمائل هرڅوک چه خپل خالق ته شریک ونیسی او دبل چا عبادت وکی ، په یو حدیث کی راغلی دی چه هرڅ وک داسی ووائې چه الله وغواړی اوفلانی وغواړی داګناه لری بلکی داسی باید ووائې چه الله تعالی یګانه وغواړی ، یو نفر رسول الله مبارک ته راغی اوورته ئې وویل که خدای کول اوتاسی کول دا کار به داسی و سی ، نو محمد رسول ال� �ه مبارک ورته وویل داګناه لری چه ته ئې وائې ولی چه ته دالله پاک سره ما شریک کوې, بلکی داسی باید ووائې چه که الله تعالی یوازی وغواړی . دامام ابوحنیفه رحمته څخه سوال وسو چه دالله پاک دموجودیت څه ثبوت سته نو هغه وویل چه ما پریږدی عجب خوب می ولیدی ، چه په یو سمندر بحر کی یوغټه کښتۍ راروانه وه چه ډیر شیان په کښی بار وه مګر هیڅ چلوونکۍ ئې نه درلودۍ پر هرځای به پخپله دریدله او بار به ئې پخپله کښته کاوه په طوفانی سمندر کی راروانه وه نه لاره ځنی ورکیدل او نه چپه کیدل نو خلګو ورته وویل چه دا بیځایه خوب دی هیڅ امکان نه لری چه یو دونده لویه کښتۍ دی بغیره یو چلوونکی په سمندر کی یواځی روانه وی نو امام صاحب ورته وویل چه څنګه امکان لری دا ټول جهان آسمانونه مځکه لمر سپوږمۍ ستوری دانظام څنګه بغیره یو چلوونکی ولاړ وی هغه باری تعالی دی .خلګو چه داواوریدل نو مسلمانان سول او ایمان ئې راوړی . بیا پر هغه سر بیره دالله تعالی څخه سر غړی کول کفردی اوس خپلو بندګانو ته داښیی که مؤمنان دی که کافران یا منافقان خطاب فرمایی او دحضرت باری تعالی په توحیدئې پوهوی چه ایمان داصولو اصل دۍ ، خلاصه داچه الله تاسی اونور ټول هغه خلګ چه زموږ ترمخه پیداسوی دی ټول هغه ضرورتونه اوګټی چه ئې پیداکړی دی ، ټول د یو الله تعالی ذات دۍ نوله داسی الله تعالی څخه مخ اړول اوبل چا ته عبادت کول اوسر ټیټول چه هیڅ ضرر چاته او نه ئې ګټه رسیږی څونده ناپوهی اوجهالت دی که څه تاسی په دئ ښه پوهیږی چه الله تعالی یو او هیڅ شریک نه لری . دسورت بقره د۱۷ آیات څخه بیا تر ۲۲ آیات پوری ترجمعه اوتفسی� �"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ډاکټرنجیب الله د مړینې د انګیزې په اړه نوی کتاب چاپ شو", "output": "د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټرنجیب الله د مړینې د څرنګوالي په اړه د رزاق مامون په لیکنه د دوهم ټوک کتاب په زرګونو نخسې د کابل بازارونو ته را ووتي. ډاکټرنجیب الله په کال ۱۳۷۵ کې کله چې طالبان کابل ته راغلل د ملګرو ملتونو له میلمستون څخه وایستل شو او له خپل ورور شاه پور احمدزي سره یو ځای د آریانا په څلور لاري کې غرغره شو. د ډاکټرنجیب الله دغه سیاسي قتل په کور دننه او له هیواد څخه بهر د زرګونو تنو غبرګونونه را وپارول او دغه کار په نړیواله کچه وغندل شو. که څه هم تر اوسه نه ده څرګنده چې ډاکټرنجیب الله او د هغه وررو شاه پور احمدزی د کوم طالب قوماندان په مستقیم دستور وژل شوي خو یوه افغان ژورنالیست رزاق مامون ادعا کوي چې دغه قضیه یې په د قت سره تعقیب کړي او په دوو کتابونو کې یې یو په بل پسې خپره کړې ده. د ډاکټرنجیب او د هغه د ورو شاه پور احمدزي جسدونه د ډاکټرنجیب انځور چې افغاني جامې یې پر تن دي (( اسرار قتل داکترنجیب الله)) هغه کتاب دی چې د ډاکټرنجیب الله او د هغه د ورور د قتل انګیزه، څرنګوالی، عاملین او طراحین څیړي او په اړه یې یو شمیر مستیند شواهد هم وړاندي کوي.دغه کتاب د رزاق مامون له خوا لیکل شوی او خپور شوی چې په زرګونو ټوکه یې تر اوسه پلور شوی دی.په دغه کتاب کې د غرزي خواخوږي په نامه د یو کس نوم اخیستل کیږي چې د کتاب لیکونکي پر وینا د ډاکټرنجیب الله او د هغه د ورور په قتل کې مستقیم لاس لري.جد دغه کتاب په نوي ټوک کې غرزی خواخوږی د پاکستاني استخباراتو هغه نږدې کس بلل شوی چې د ای اس ای څخه یې په مستقیم دستور ډاکټرنجیب الله او د هغه ورور وژلي دي.که څه هم غرزی خواخوږی د غه ادعا نه مني خو په دغه کتاب کې هغه کارټونه هم خپاره شوي چې د غرزي خواخوږي انځورونه پکې ښکاري او په لاندنۍ برخه کې یې د پاکستان د استخباراتو سره د هغه د تعلقاتو ښکارندويي کوي.غرزی خواخوږی یو مهال د کابل ښاروالۍ د مرستیال په توګه دنده تر سره کړي ده.که څه هم د ډاکټرنجیب الله په قتل څه کم۱۴کاله تیریږي خو تر اوسه د هغه د قاتلینو د موندلو لپاره کومه رسمي هڅه نه د کومي کورنۍ او نه هم د نړیوالې ادارې له خوا پیل شوي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هند خپل لومړنی فضايي ماموریت پیل کړ", "output": "هند سپوږمۍ ته خپل لومړنی فضائي توغندی تیره ورځ ناوخته په بریالی توب سره وتوغاوه .د دی سپوږمکۍ وزن یو نیم تن وو چی له جنوبی ایالت اندرا پردیش څخه فضا ته ولیږل شوه .چارواکي واېې دا سپوږمکۍ به سپوږمۍ ته په رسیدو سره بیالوژیکی څیړني وکړي او هلته به د اوبو د شتون په اړه تحقیقات وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رقيب دلاسه", "output": "ګل مې په لاس کې وچ شوپه انتظار ولاړيمنن ئې واعده ماته کړه زه لا سهار ولاړيممائې په تعمعه تعمعه لار دديدن څارلهدئ مې پروانه لري زه په انګار ولاړ يمدرقيبانوم ني په زړه ساده جانان مې ورته ويلی نه شم په نري تار ولاړ يمشعمې مين يم پرتاوزرمې وسوزوهيمه منصوردمينې چه سرپه دار ولاړيمرقيبه خدای دپاره نور مې خپل دردته پريږدهداستادلاسه يمه تل خواروزار ولاړيمترڅ وبه خورم ټکرې ترڅوبه سوزمه زهد،اصلزي،زړګۍ يم ازارازار ولاړيم ٢٠٠٧،١٠،٢٣سوي� �ن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو بیا هم دخپل زوړ مشاور ومنله (دافغانیار لیکنه)", "output": "له هغې ورځې راپدیخوا چې بارک اوباما دامریکې جمهور ریس شوې په افغانانو کې داسې هیلې راوټوکیدلې چې نوموړې به په افغانستان کې د شخړې دراکمیدو په موخه د پخواني جمهور ريس بوش پرخلاف پالیسي عملي کوي چې دا خبره يي بیا وروسته له طالبانو او نورو مخالفینو سره دخبرو کولو او سولې په ملاتړ کولو کې راجوتې شوې. له څه مودې راهیسې داسې راپورونه اوریدل کیدل چې ګویا له طا� �بانو سره دسعودي عربستان په منځګړیتوب دسولې خبرې روانې دي او ښايي يوې پایلې ته سره ورسیږي. دبوش ظالمانه سیاستونو ته په کتو سره خلکو فکر کاوه چې زه بس طالبانو ته خو اوس دا موقع برابره شوه چې دیو سیاسي ډلې په حیث دې ورسره مذاکرات وشي او دولت ته ددوې دراګډولو لپاره هڅې شوی نو طالبان خو هم دافغانستان وګړي دي او یوې سولې ته به غاړه کیږدي.دځينو سرچینو په حواله وروسته له هغه چې امریکې او افغان حکومت طالبانو او نورو مخالفینو سره دخبرو تیارې وښود او يو څه خبرې پيل شوې نودواړو خواوو خپل شرطونه پيل کړل چې دامریکې شرطونه داوو: دیوې ټاکلې م ودې لپاره دامریکايي پوځونو پاتې کیدل په افغانستان کې ترڅو دالقاعده له خطره ډاډمن شي ( که څه هم بیا به له ت� �سیم اوقات سره سم ووځي)، دطالبانو لخوا دالقاعدې سره داړیکو پريښودل اوپه داسې يو نظام کې راګډیدل چې نور ګوندونه او تکنوکرات شخصیتونه هم پکې ګډون ولري، دبشري حقونو احترام له جګړې لاس اخستل او داسې نور. داټول ش� �طونه داسې وو چې طالبانو ته يي په افغانستان کې دروانې غمیزې دختم لپاره په عزتمند ډول له جګړې څخه دراستنیدو ب� �نه ورکوله چې دافغانستان دثبات او بنسټونو دځواکمنتا په لور یو ګام ګڼل کیده. او له بلې خوا په افغانستان کې دم وجوده مفسد نظام او دشمال ټلوالی دغاصب حالت څخه دافغانانو دخلاصون لپاره هم دهیلو پیلامه وه. وروسته له هغې چې طالبانو داشرطونه ترلاسه کړل نو ځینو مشرانو يي بیا دسولې دخبرو تايید هم وکړ او داولس هیلې دسولې او آ� �امې لپاره نورې هم ډيرې شوې چې ځينو رسنیو دملا محمد عمر له خولې دخبرو تایید هم خپور کړ. موږ فکر کاوه چې نور نو دافغان ولس بې ځایه مرګ ژوبله او غمیزه ښايي پای ته په رسیدو وي او الله به مو له دې فاسد نظام څخه هم خلاص کړي او طالبان او نور ټول مخالفین به په ابرومندانه ډول دخپل هیواد په سمسورتیا کې ونډه واخلي. خو موږ په دې نه پوهیدو چې دطالبانو مشرانو خپله پریکړه له خپل پخواني او ستر مشاور آی اس آی سره مشورې ته معطله کړې چې وروسته ورته آی اس آی وویل چې پام کوئ سوله ونه کړئ هسې هم امریکا له افغانستانه وتونکې ده که نن وي او که لس کاله و� �وسته او ستاسو نو بل څه کاردی « وايي سپاهې کاردې څه دی؟»، کله چې امریکا ووځي نو ستاسو مخې ته بل څوک دټینګې ن� �ته يوه دشمال ټلواله ده بیا به يي په پنجیشر او بدخشان کې راایسار کړئ (سترګې دی سردي پرې ورځه). داسې انګیرل کیده چې طالبان به دیو افغاني بهیر په حیث دافغانستان لوړو ګټو ته په کتو نور ددې اولس رنځونه او دردونه راکم کړي او په افغانستان کې به جګړې ته پای ورکړي چې پایلې يي يواځې ایران، پاکستان او دافغانستان نورو دښمنانو ته په ګټه او دافغان اولس په تاوان دي. داسې انګیرل کیده چې طالبان به پاکستاني آی اس آی ته ووايي چې موږ يي په سوله ګټو نو جګړې ته څه اړتیا ده او بله دا چې موږ کله په يواځې ځان حکومت کولی شو موږ خو ټول يواځې دمدرسو فارغین یو م وږ نورو افغانانو ته هم اړتیا لرو چې يو قوي افغانستان ورسره یوځای جوړ کړو. خو تیره شپه مې له اریانا ت� �ویزیون څخه دیوخبر په ترڅ کې واوریدل چې طالبانو خپله هماغه پخوانۍ خبره چې آی اس آی په غوږ کې ورته ایښې ده تک� �ار کړه چې ترڅو چې بهرنیان له افغانستان ونه وځي موږ خبرې نه کوو.زما په نظر که طالبان دسولې له پروسې سره مخا� �فت کوي نو دطالبانو دا دريځ یو کاملاً «افغاني ضد» دریځ دی چې په هیواد کې دورانۍ، تباهۍ، ځورونې، تخریب او وژنو بهیر ته دوام ورکوي. له دې به یواځې دا معلومیږي چې دوې يواځې هغه څه کوي چې ددوې په ګټه دي او دآی اس آی له ست� �اتیژیو سره سمون خوري که افغانان بمباریږي، ښځې او ماشومان شهیدانیږي او ځوانان مو بهرنیو هیوادونو ته دکار � �پاره په تلو کې په کانتینرونو کې له منځه ځي په دوې يي څه دوی ته خو له آی اس آی څخه ښې پریمانه وسلې او پيسې را� �وانې دي او کورونه يي په پاکستان کې خوندي دي او لامریکې ترماتې وروسته ورته تش میدان پروت دی او بس حکومت به کوي که هغه هرډول حکومت وي حتی که له ټولې نړۍ ګوښه شوی حکومت هم وي. ایا یو څوک دا انځورولی شي چې که بهرنیان په یوځل له هیواده ووځي نو څه به راشي؟ د۱۹۹۲ کال خپل منځي جګړې او ترهغو هم خطرناکې، دمړیو نڅا، دبې ګناه خلکو توکمیزه وژنه، دکابل او لویو ښارونو چور چپاول، په ښځو ماشومان او نور جنسي تیري او حتی تردی هم بدتر حالتونه د تصور وړ دي ځکه هماغه کسان چې داډول جنایتونه يي کړي دي تراوسه لاهم ژوندي اودداسې یوې موقع په انتظار ناست دي.په افغانستان کې دجګړې ددوام په نتیجه کې چې هرڅومره تباهي منځته راځي په دې کې له خارجیانو سره دطالبانو م سولیت مساوي دی ځکه دوی دجګړې په دوام کې دافغانستان دمسلې هواری لټوی حال دا چې په نړۍ کې هیڅ مسله په جګړه نه ده حل شوې.زه په افغانستان کې ټولو جګړه کوونکیو خواو څخه غواړم چې دخپلو اضافه طلبیو څخه تیر شي دولس دآرامۍ او سوکالۍ لپاره دخپلو شخصي هیلو او دبادارانو له فشار څخه تیر شي او دملت لپاره یوه ستره قرباني ورکړي او افغانستان نور دشمال ټلوالی په شان جنایتکارانو او دکرزي په شان بزدلانو څخه خلاص کړي او یو رښتنيني حاکمیت ته زمینه برابره کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نغمه دې ځان کاندید کړي( د بسیالیکنه)", "output": "نغمه دې ځان کانديد کړي حميدالله(بسیا) په افغانستان کې دولسمشرۍ د ټاکنو له رارسېدلو سره هره ورځ وينو چې يو شمېر کسان ځانونه نوموي او په دې تمه يې منډي ترړې پيل کړې دي،چي په راتلونکي کې دهېواد ولسمسشر � �ي. په زړه پورې خبره داده چې يو شمېر داسې کسان هم را دبره شوي دي چي نه وړتيا لري او نه سپېڅلتيا. په ځانګړي ډول که دپخوانۍ شمالي ټلوالې کانديد ډاکټر عبدالله او يو شمېر نور کسان ووينو نو دا به جوته شي چې دلته اوس هم دديموکراسۍ پر ځاى زورواکي حاکمه ده ځکه نو دغه کسان له خپل تور شاليد سره سره اوس هم دې ته زړه ښه کوي چي ځانونه ونوموي . يو شمېر کسان نور بيا له لوېديځ ځخه هېواد ته راځي او غواړي چي له دېرش کاله يا څه کم او زياتې مسافري او له خپلوخلکو څخه له لريتوب وروسته ځانونه ونوموي . جنګي جنايتکاران هم کم نه دي چې غواړي بيا دخلکو په اوږو ورسپاره شي . هغه کسان هم شته چې دکرزي دواک پر مهال يې دوزارتونو ناکامې تجربې درلودې او اوس له شرمه پرته څانونه ولسمشرى ته رسوي . دا هغه کسان چې دخپل وزارت پر مهال يې هېواد ته هېڅ هم ونه کړل او بيا هم ترې هيله کول احمقانه برېښي . دخليلزاد په څېر يو شمېر پردي پالي هم شته چې اوس يې ځانونه نومولي خو يو هم ددوى شاليد ته په کتلوسره ددې وړ نه دي چې دهېواد ولسمشران شي. هېواد اوس يوه خواخوږي، سپېڅلي، هوښيار؛ وطن او ملت پال انسان ته اړتيا لري هغه که نر وي اوکه ښځه خو چې دچارو واګې په لاس کې واخلي او هېواد له دغه بحراني حالت څخه راوباسي. په اوسنيو کانديدانو کې که موږ دافغانستان حالت ته وګو� �و نو يو هم ددې جوګه کېداى نه شي چې دهېواد همدغه ګډوډي له منځه يوسي او قانون حاکم کړي ځکه همدغه کسان دي چې دخپل واک پر مهال يې په وار وار قانون مات کړى او هېوادوال يې ځورولي دي . که ولسمشر کرزى ته وګورو نو په تېرو اووه کالونو واکمني کې يې لکه چې ښايي هماغه ډول هېڅ هم ونه کړل . ځينې کانديدان بيا ثبات نه لري � �والحاله دي ماښام يوډول وي سهار بل ډول. همدارنګه انوري، فهيم، ضيامسعود، عبدالله، محقق، بش� �دوست، ياسيني او نور دافغانستان له حالت سره پرتله کړو نو يو هم ددې وړ نه دي چې ولسمشران يا د ولسمشر م� �ستيالان شي. دهېواد وران ويجاړ حالت ته په کتلوسره موږ يانې ( دمېړنيوځوانانوټولنه) دهېواد له وتلې او نامتو سندرغاړې مېرمن ښاپېرۍ نغمې څخه هيله کوو چې ډېر ژر دسياست ډګر ته راودانګي او دهېواد په دې غم لړ� �ي حالت رحم وکړي او ځان ولسمشرۍ ته ونوموي. ځکه : ١-په جګړو او وراني کې يې لاس نه دى لرلى . � �-دملت په وينو يې لاسونه نه دي سره . ٣-دملت په وينو او حق يې ودانۍ او پيسې لاسته نه دي راوړې. ٤-له کوم سياسي بدنام ګوند او ډلې سره اړيکې نه لري . ٥-دټاکنو لپاره دکاندېدو قانوني سن يې پوره کړي دى . ٦-زده کړې يې دقانون له مخې دکانديدو له شرايطو سره سمې دي . ٧-ټول افغانان يې په ښه نوم پېژني او يوه نامتو څېره ده . ٨-نورتابعيتونه نه لري او اصيله افغانه ده . ٩-دهېواد او هېوادوالو په درد يې تل ځان خبر کړى دى او دجګړو پر مهال يې دکډوالو له چاپېرياله دخپلو هنري فعاليتونو په مټ ګټلې پيسې په هېواد کې دننه کونډو اويتيمانو ته رالېږلې دي . ١٠-دکوم بهرني هېواد له لوري نه تمولېږي او نه يې هم استازيتوب کوي . ١١-دچا لخوا په جوړ شوي تور او سپين لست کې نه ده راغلې . ١٢-چې وس يې رسېږي افغانانو ته خدمت کوي . نو ددې ټکو په پام کې نيولوسره موږ له ټولو افغانانو څخه غواړو چې مېرمن ښاپېرۍ نغمې ته رايه ورکړي اودهېواد په بيا ودانولو کې خپله تاريخي ونډه هېره نه کړي . او له مېرمن نغمې څخه هم هيله کوو چې ژر تر ژره ځان کانديد کړي او خپل کمپاين پيل کړي . که چېرته ځان ونوموي نو له هېواد او هېواد والو سره دخپلې لېونۍ مينې زباد به وکړي . ومن الله توفيق دمېړنيو ځوانانو ټولنه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتو ! ستا ميني بوداپيست ته بوتلم ! (سفرنامه)", "output": "دا د پښتو ژبي د تکړه څېړونکي، محتاط ليکوال او خوږ ژبي شاعر استاد محمدمعصوم هوتک سفرنامه ده، چي د پښتو ژبي او پښتو قلمي نسخو له پاره يې د بوداپيست د سفر خواږه يادونه او خاطرې پکښې يو ځای کړي دي، کتاب پر خوږو بيانونو سربېره د ليکوال او ځينو نورو � �يکوالو او د پښتو خواخوږو په زړه پوري انځورونه هم لري.نوموړې سفرنامه په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د (٦٦) مخونو په لرلو سره پر سپين اعلی کاغذ په ښکلي صحافت د (۵۰۰) ټوکو په شمېر چاپ او خپره سوې ده، مطالعه يې د پښتو د ټولو خواخوږو له پاره ګټوره ده. موږ ښاغلي هوتک ته د دغه کوچني خو خواږه اثر د چاپېدو مبا� �کي وايي. http://benawa.com/images/uploads/1210828578_image002.jpg"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سپينه ماڼۍ", "output": "موږ ته (سپينې ماڼۍ) څه تور انجام پرېښودموږ غوښته ترې سباوون دوى ماښام پرېښود تور توپان يې ګودرشاړ او منګي مات کړلپېغلو ځکه کلى کور له ناکام پرېښود دوى له تاج سره يو طوق هم و راوړىغلامي شرط وه، ما ځکه مقام پ� �ېښود دانګرېز، چنګيز او روس په لاره تلونکيهدلته تا هم يو يو سر په هرګام پ� �ېښود دساقي په تريو تندي يې خمار والوتخماريانو ميکده کې ډک جام پرېښود چې باروت او وينې ګوري ورته ژاړيدحقيار دزړه کوترې دا بام پرېښود ١٣٨٥-٦-١١محمدحسن حقيا� �"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مرکل: د افغان ځواکونو په روزلو کې به کانکریټي رول ولوبوو", "output": "میرویس جلالزی د آلمان لومړي وزیرې د افغان ځواکونو په روزلو کې د جرمني د رول د زیاتوالي خبر ورکړ. نوموړي چې ملت ته خپله اونیزه ویډیوي وینا کوله زیاته کړه چې آلمان به د افغانستان په شمال کې د کورنیو ځواکونو په روزلو او تجهیز کې کانکریټي رول ولوبوي تر څو افغان ځواکونه د دې وړتیا ومومي چې ډیري چاري په خپله پر مخ بوزي. میرمن مرکل د افغان ځواکونو تقویه له طالبانو څخه دولسي ا فغانانو د ساتلو یوازنۍ لار وبلله. د میرمن مرکل دغه څرګندوني دری ورځي مخکې تر هغه راځي چې ټاکل شوي ده د جنورۍ په اته ویشتمه نیټه په لندن کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي. نن ماښام به حامد کرزی هم آلمان ته ورسیږي او له چنسلرې میرکل سره به ملاقات ولري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دیواس ای ډي نوي مشر خپل لومړی سفرپکتيکا ته وکړ", "output": "د افغانستان لپاره د يو اس ا آی ډي � �اتلوونکی مشر(ويليم فرې) له خپل مل ټيم سره دپکتيکا ولايت څخه ليدنه وکړه. نوموړي وويل چې دسفر موخه يې دچارواکوسره پيژندګلوي اوله دغې ستاتيژيکې سیمې څځه ليدنه ده، ترڅوپه راتلوونکي کې د رغنیزو او نوروچارو لپا� �ه خپل پلان جوړ کړي. هغه وويل چې پکتيکا دافغانستان مهمه برخه ده اوله همدې کبله ما خپل لومړی سفر هم دغه ولایت ته وکړ. ښاغلي ويلیم فرې داخبرې دپکتیکاوالي قيوم خان کټوازي ته په داسې حال کې کولې چې د پي � �ر ټي قومندان اودامريکاسفارت استازې هم ګډون درلود. دپکتیکاوالي قیوم خان کټوازي په دغه ولایت کې پرشته ستونزو خبرې وکړې اود يو اس ا آی ډي له مشر څخه دزیاتو همکاريو غوښتنه وکړه، هغه وويل: په پکتيکاکې ۹۰٪ ښوونځي ودانۍ نه لري اونه هم خيمې شته چې یوسيوری د زده کوونکوپر جوړکړي) نوموړي په خپلوخبروکې وويل چې پرته له پي آر ټي څخه، دولت اونړیوالو انجوګانو دبیارغونې، روغتیا اوښوونې اوروزنې په برخوکې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې، هغه زیاته کړه:( په پکتيکا کې یوازې درې شل بستریز روغتونونه نیمه فعال دي، ډيری وخت تر معیاد تيردرمل هم ناروغانوته ورکول کيږي. دغه راز دپکتيکاوالي وویل چې په دريوسرحدي ولسواليو لکه ووړمه مۍ، وازېخوا اوتروو ولسوالیوکې توبرکلوز مخ په زیاتېدو دی، او دنه مخنيوي په صورت کې امکان لري چې نورو ولسوا� �يوته هم سرایت وکړي. په پکتيکا کې د يو اس آی ډي سیمه اییز مشر وویل چې دوی دروغتیاپه برخه کې سروې پيل کړې اوپه نیږدې راتلونکي کې به په خیرکوټ ولسوالۍ کې د يوه شل بستريز روغتون چارې پيل شي. دپکتيکا والي قيوم خان کټوازي د يو اس آي ډي عمومي مشر، دسفارت استازې اودپي آر ټي قومندان ته وویل چې هیله من دی تر څو امنيتي وضعیت مخ په ښه کېدوشي، ځکه چې د دندې له پيل کېدو راپه دې خوا يي دپکتيکا له ټولومشرانو، علمأوو اوجهادي قومندانانوسره دامنيت په اړه غونډې کړې اوهغوی ورته دپوره همکارۍ ژمن دي. هغه زياته کړه:(کله چې خلک له دولت سره همکاري کوي نوبیاپرموږ ده چې په هره برخه کې دهغوی ملاتړ وکړو، که هغه د بیارغونې، روغتیا ښوونې او � �وزنې په برخوکې وي اوکه دخوراکي توکو. دغه راز نوموړي د يو اس ا آی ډي له راتلوونکي مشر اودپي آر ټي له قومندان څخه وغوښتل تر څود پروژو قرارداد د دولتي چارواکوپه سلا اومشوره ترسره شي، چې له یوه لوري به د دولت تر کنټرول لاندې وي اودکميت اوکيفيت په لحاظ به هم برابروي اوله بل لوري به دخلکو باور پردولت باندې زيات شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دایران ولسمشر پر امریکا سختې نیوکې وکړې.", "output": "دملگرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد دامریکې دمتحدو ایالاتو دولسمشر جورج بوش تر وینا وروسته په خپله وینا کې دامریکې دمتحدو ایالاتو اداره داسې وگڼله چې دټولې نړۍ لپاره دامنیت په خرابولو کې پوره او لوی لاس لري. احمدي نژاد وویل دامریکې متحد ایالات غواړي پرملگرو ملتونو خپل ټول زور واچوي او دغه اداره یې په خپل واک کې اخیستې نوموړي دغه راز دعراق په گډوډولو کې دامریکې سیاست کبرجن وباله او دعراق په ورانولو کې یې دامریکې متحد ایالات گرم وبلل. دخپل هیواد داټومي پروگرام په اړه یې وویل چې هیواد یې دسولیز پروگرام په اړه دغه پروسه پرمخ بیایي نوموړي وویل دده دهیواداټومي پروگرام دزروي نړیوالې ادارې ترڅار لاندې دی. تر نژاد وړاندې دامریکې دمتحدو ایالاتو ولسمشر جورج بوش ایران داسې هیواد وباله چې اټومي پروسه دنا امنۍ لپاره پرمخ وړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لندن کي د پښتو سینما نن او پرون په اړه علمي غونډه", "output": "په لندن کی دافغان ليکوالوک� �توری ټولنه او افغان جرګه غواړی د2008ميلادی کال دجنوری په پنځمه دماسپښين په دريوبجودپښتوسينمااو دپښتوفلم دنن او پرون اوپه دغه لاره کی دشته وو ستونزو په اړه يوه علمی او ادبی غونډه جوړه کړی.په دغه غونډه کی لومړی دپښتو ژبی ښه کيسه ليکوال ښاغلی وکيل سوله مل اودفلم ډايرکټرښاغلی سيدلال شينواری خپلی ويناوی اوروی.وروسته دموضوع په هکله يو ازاد بحث صورت نيسی چی دوينا کوونکو له خوابه جوابونه ورکول شی.دغونډی پته او ادرس په � �اندی ډول دی:kings Gate Communite Center107Kings Gate RoadNW6 2JHدضرورت په وخت په لاندی نومرو تماس ونيسی:07988626463اويا07961687710"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يويشتمي پېړۍ دپوهي د تندي خال علامه عبدالحی حبيبي", "output": "محمد معصوم هوتك، كاناډا د علامه حبيب الله كندهاري ( حبو اخندزاده) د درنې كورنۍ پر آسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستورى ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى چې زموږ د هېواد د معاصر فرهنګي بهير د سرلاري وياړ يې ګټلى دى. علامه عبدالحى حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوى د عبدالرحيم اخوندزاده شهيد لمسى د علامه حبيب الله كندهاري كړوسى د ملا فيض الله كاكړ كوسى او د ملا بابړ مدرس كودى دى، چې د 1328هـ ق كال د ربيع الثاني پر 17 د پنجشنبې په ورځ ( مى 1910م) د كندهار ښار د باميزو په كوڅه كې زېږېدلى و. د عبدالحق اخندزاده درې اولادونه پاته سوي دي. مشر زوى يې عبدالباقي نومېدى چې په ځواني كې د استسقا په ناروغۍ مړ سوى دى. علامه عبدالحى حبيبي يې دوهم زوى او يوه لور يې (بي بي صاحبه) وه ( بي بي صاحبه د كندهار د منلي علمي شخصيت ارواښاد محمدرسول پښتون باركزي ( 1279- 1361ل) مېرمن وه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى او د هېواد هنرمند خطاط او څېړونكي ښاغلي نصير هنر پښتون ددغې پښتنې مېرمنې زوى دى ) چې روزنه يې مور پر غاړه اخيستې وه. علامه مرحوم لـه وړكيني څخه د علم او پوهي لېوال و. دده د وړكيني زمانه د اعليحضرت امير امان الله خان لـه روښانه دورې سره برابره وه او په دغه روښانه دوره كې چې كندهار ته هم د پوهې او معارف لمن اوږده سوه، ښوونځي او مكاتب جوړ سول. علامه يې لـه لومړنيو زده كوونكو څـخه و او پـه (1299ل) د كندهار په مكتب تجار كې شامل سو چې لـه فارغېدو وروسته يې (1304ل ) په پنځلس كلنۍ كې د كندهار په يوه لومړني ښوونځي كې د ښوونكي په توګه وظيفه وموندله. علامه مرحوم پر ښوونځي سربېره د خپلې كورنۍ په علمي محيط كې هم درس وايه او خپل د اكا زوى مولوي عبدالواسع اخندزاده شهيد (1308ل ) ته پر درس كښېنوست. علامه مرحوم وروسته ليكي ... از پدر جز چند كتاب و كلكسيون هاى جرايد سراج الاخبار ( كابل ) و حبل المتين ( كلكته) و كتب مرحوم محمود طرزى مدير ( سراج الاخبار ) كه در كابل طبع شده بود چيزى دېر بارث نبردم. مثنوى مولوى بلخى و ديوان خواجه حافظ شيرازى و گلستان و بوستان شيخ سعدى از كتابهاى بود كه در همان سن طفوليت چشم من به آن آشنا شده بود. هڼاميكه در مكتب ابتدايى درس ميخواندم كتاب ابتدايى صرف و نحو عربى و رياضى و هيات و فقه و اصول فقه و منطق مير و مبادى بلاغت و عروض و قافيه را از عمزاده خود مرحوم مولوى عبدالواسع شيهد فراگرفتم... وى در تدريس راه خاص و اسلوب مستقيم و كوتاهى داشت و مرا در يكسال به مبادى آشنا ساخت. ( ژوندون مجله. شماره اسد، 1361ش) علامه مرحوم د خپلو استادانو په لړ كې د مولوي ابو الوفا كندهاري ( 1975 مړ ) نوم اخلي او ليكي چې دغه مولوي مرحوم د دوى په كورني مسجد كې اوسېدى او ده ورڅخه ادبيات او د قرات علم او هغه كتابونه و لوستل چې منتهيان يې لولي. علامه حبيبي مرحوم د احاديثو په علم كې مولوي عبدالواسع او مولوي ابوالوفا دواړه د ځـان اسـتادان بـولي. ( هماغه مجله ) دغه راز د خپل ژوند پـه وروستي اثر جنبش مشروطيت در افغانستان كې ارواښاد شهيد عبدالرحمٰن خان لودين هم په خپلو استادانو كې شمېري (جنبش مشروطيت... 65مخ- چاپ 1999) دغه راز يې په استادانو كې د حجت الاسلام شيخ محمدطاهر كندهاري نوم هم ياد سوى دى. ( افغاني شمه- 55 مخ ) لـه خپلو استادانو څخه د درس لوستلو تر څنـګ يې د كابل د نويو ښوونځيو مضامين لكه جغرافيا و طبيعيات و حساب او نور هم مطالعه كول، دى ليكي در همين هڼام كه درپيچ و خم صغرى و كبرى منطق و اشكال اقليدس و جازولا يجوز در حجرات مساجد و مدارس قديم سرگردان بودم. جغرافيا و طبيعيات و حساب مكاتب جديد كابل را هم مطالعه كردم و سراج الاخبار و جبل المتين را ميخواندم، بالاخره از كاوه و ايرانشهر و ارمغان و ا لهلال سودها بردمى و حظها اندوختمى... (هماغه مجله) علامه مرحوم په 17 كلنۍ كې (1306ل ) د طلوع افغان جريدې د مرستيال په توګه و ټاكل سو او څلور كاله وروسته د هماغې جريدې مديرۍ ته ورسېد. په همدغه وخت كې يې انګرېزي او اُردو ژبې تر يوې اندازې زده كړلې، دومره چې ددغو دواړو ژبو كتابونه په و لوستلاى سي. ( علامه مرحوم په اُردو ژبه د ترجمې صلاحيت درلود او د ( چهار مقاله بر فردوسى و شاهنامه) نومى كتاب يې لـه اُردو څخه په پارسي ژباړلى دى. دا كتاب د هندوستان پښتانه پروفيسر مرحوم محمودخان شېراني په اُردو ليكلى او زموږ لوى اُستاد هغه په پارسي اړولى دى. پارسي ترجمه يې د لوى اُستاد لـه سريزې او تحشيې سره د بيهقي د كتاب خپرولو موْسسې لـه خوا په 1355 ل كال په كابل كې خپره سوې ده) اُستاد ليكي چې د تاريخي څېړنې او پلټنې روش يې لـه (Combridge history of india) او جرجي زيدان او شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي په شان د مصري او هندي فاضلانو لـه ليكنو څخه او د برلين لـه كاوه جريدې او د علامه محمد قزويني لـه ارزښتناكو آثارو څخه زده كړى دى. ( هماغه مجله ) علامه مرحوم نهه كاله د طلوع افغان اخبار په پښتو ژبه وچلاوه. په دغه نهه كلنه موده كې اُستاد د پښتو ژبې او ادب پر ډګر پاخه بنسټونه كښېښوول چې وروسته به پر و ږغېږو. په 1319ل كال چې په كابل كې پښتو ټولنه تاسيس سوه. علامه حبيبي مرحوم يې د رئيس په توګه و ټاكل سو او پر څنـګ يې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيالۍ وظيفه هم پر غاړه اخيستې وه. يو كال وروسته د معارفو په وزارت كې د مشاور (سلاكار) په توګه و ټاكل سو او درې كاله وروسته يې په هېواد كې د لومړي ځل لـه پاره د ادبياتو پوهنځي تاسيس كړ (1323ل ) چې په پوهنځي كې يې د پښتو د ادبياتو د تاريخ تدريس په خپله كاوه. دوه كاله وروسته كندهار ته د معارفو د رئيس په توګه ولېږل سو (1325ل). پر 1326ل كال لـه علمي او فرهنګي وظيفو څخه ګوښه كړه سو او په چمن كې د افغاني سوداګرو د وكيل التجاره په توګه يې كار پيل كړ. پر 1327ل د كندهار خلكو په غيابت كې د هېواد پارلمان ( د ملي شورا اوومي دورې ) ته د خپل نماينده په توګه وټاكه ( د ښاغلي عبدالرحيم هاتف د خولې خبره ده چې وايي هغه وخت يوازي په كابل كښې انتخابات په صندوق او كاغذ او پټو عامه رايو وسوه نور چېري خصوصًا په كندهار كښې د مشرانو په مجمع كښې د يوه كاغذ پر مخ به هر چا خپل نظر امضا كاوه. هغه پاڼه به د وثيقې ضميمه مركز ته استول كېدله. كله چې حاجي اختر محمدخان باركزي خپل لاسليك كاوه تر هغه وړاندي يې د تائيد په غرض هغه بيت چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په ستاينه كښې ويل سوى و، وكيښ چي وايي : من چه گويم وصف آن عاليجناب- نيست پيغمبر ولى دارد كتاب ( افغاني شمله- 64مخ) حاجي اخترمحمدخان باركزي د كندهار يو معزز سپين ږيرى و. د ده په نامه يو جامع مسجد هم سته ) درې كاله يې د هېواد په ملي شورا كې لـه نورو ملي مبارزينو سره څنـګ پر څنـګ په هېواد كې د عدالت او مساوات لـه پاره فعاليت وكړ او د همدغو مبارزو لـه امله په 1330ل كال لـه هېواد څخه وتلو ته مجبور كړه سو. لس كاله يې په پاكستان كې د هجرت ترخې شپې تېرې كړې ښاغلي اجمل خټك د علامه مرحوم پر قبر څو تاريخي خبرې وكړې چې زه (هوتك) يې شاهد وم. ده وويل چې دا موقع نه بيا ماته ميلاوېږي او نه يې تاسي موندلې شئ... فكر وكړئ د افغانستان لـه حكمرانانو نه خپه راغلى و د پاكستان حكمرانانو ورته د سرو او سپينو فرشونه جوړول، دده په وياړ يې جشن جوړ كړ لېكن تاريخ ګواه دى، د پېښور مددخان جومات ګواه دى، د پېښور محب وطن ولسونه ګواه دي چې حكومت زور وكړ چې دده په خوله يو لفظ د افغانستان خلاف وباسي. ده د افغانستان پر ضد يو لفظ هم د خولې نه ونه يوست. زه يې ګواه يم، زه ورسره سكرټر وم د حكومت لـه خوا ورسره موْظف وم ده ويلي وو چې ما سره دى ولېږئ نو هم هلته يې ده ته هر څه وركول. خو ده د خپلې خاورې او خپل قوم خلاف يوه خبره ونه كړه. دا يو بېل باب دى. پر دې بندي سو، په دې ووهل سو، په دې و رټل سو خو هغه يې ونه كړه. ( افغاني شمله- 132- 133مخونه). پر 1341ل كال بېرته هېواد ته راستون سو او خپلو علمي او تحقيقي فعاليتونو ته يې دوام وركړ. په 1344ل كال يې د كابل پوهنتون لـه خوا د پوهاندۍ عليم رتبه تر لاسه كړه. ورپسې د انجمن تاريخ د موْسسې رئيس وټاكل سو (1345ل ) تر دې وروسته يې د صدرات د فرهنګي سلاكار او وروسته د اطلاعاتو او كلتور وزارت د فرهنګي مشاور په توګه وظايف درلودل او دغې وظيفې يې تر مړينې ادامه وموندله. علامه مرحوم د خپل څه دپاسه نيمه پېړۍ فرهنګي فعاليت په ترڅ كې خورا ډېرې نوښتګرې هڅې كړې دي. په معاصر فرهنګي ډګر كې تر ټولو زيات پر كار عالـم و. د ګوتو د ستړيا كلمه يې د ژوند په قاموس كې نه وه او د همدغې پركارۍ محصول يې دده تر قد واوښت. كله چې د مرګ پر بستر پروت و او معالج ډاكټر ورته د بشپړ استراحت، لږ خوراك، لږ حركت او لږ مطالعې توصيه كوله، ده په ځواب كې ورته ويلي وه ... آخر حضرت ملك الموت ته په انتظار كښېنم؟... په رښتيا چې د ملك الموت پذيرايي سخته ده. ( د اُستاد ياد- د مقالو مجموعه- 195مخ كابل- 1364ل) وايي چې علامه مرحوم تر وفات يوه ورځ مخكې يو عربي شعر په پښتو ترجمه كړ. علامه مرحوم په نړيواله سطح يو پېژندل سوى عالـم و. د يونسكو د نړيوالې موْسسې نښان يې د كور پر دروازه نصب سوى و چې دا وياړ د هېواد د بل پوه په برخه نه و. علامه حبيبي مرحوم د پښتو او پاړسي فرهنـګ دغه لاندي برخې د لومړي ځل لـه پاره پيل كړې دي : - لومړى پښتو اخبار ليكنه دده په لاس پيل سوه. دا اخبار د كندهار طلوع افغان و چې په 1300ل كې د ارواښاد مولوي صالح محمد هوتك (1339ل مړ) په لاس تاسيس سو. په لومړي سر كې يې په پاړسي او پښتو دواړو نشرات كول خو په 1310ل كې د علامه حبيبي مرحوم لـه خوا ټول په پښتو واړول سو او په دې ډول په هېواد كې د لومړني بشپړ پښتو اخبار تاداو كښېښوول سو. - د پښتو ادب تاريخليكنه ده پيل كړه. د پښتو ادب تاريخليكنې لومړۍگ خښته د علامه مرحوم په لاس په طلوع افغان كې د تاريخچه شعر پشتو تر نامه لاندي په 1314ل كال كښېښووله سوه. دا اثر يې په پاړسي ژبه ليكلى دى چې وروسته يې بيا د همدې موضوع په باب د تاريخچه شعر پښتو په دوام د پښتو ادبياتو تاريخ څلور ټوكه وليكل او لومړى ټوك يې د 1325ل كال ليكنه ده. ښاغلى سرمحقق زلمى هېوادمل ليكي چې اُستاد حبيبي نه يوازې په افغانستان كې د پښتو ادبي تاريخليكنې بنسټ ايښوونكى دى بلكه د پښتنو په نورو فرهنګي حوزو لكه پېښور او كوټه كښې هم تر ده دمخه چا ادبي تاريخ ليكلو ته اقدام نه و كړى. ( افغاني شمله- 84 مخ ) _ د پښتو ژبې لرغوني متون وار د واره په قلم په انتقادي توګه تهيه او خپاره سول. په دې برخه كې د علامه مرحوم لومړنى كار ( د خوشحال خان خټك مرغلري ) دي چې په 1317ل كال يې لـه كندهاره خپور كړ. او ورپسې يې د عبدالقادر خان خټك دېوان ( تله- 1317ل لـه كندهاره )، لوى احمدشاه بابا ( 1319ل له كابله)، پټه خزانه (1323ل لـه كابله)، تذكرۍالاولياء ( لـه كابله)، سواتنامه ( 1358ل لـه كابله) خپاره كړل. د پښتو آثارو د انتقادي متون د برابرولو په برخه كې د ځينو ختيځ پوهانو لـه خورو ورو كارونو څخه وروسته په منظم او پرله پېيلې توګه لومړى ګام د پښتنو په ټولو فرهنګي حوزو كې تر علامه مرحوم وړاندي چا نه دى كړى. _ د روښاني ادب سيسټماټيكه څېړنه په افغانستان كې اول وار ده پيل كړه. دا څېړنه د پښتو ادبياتو تاريخ لـه دوهم ټوك سره مله ده چې په 1342ل (1963ع) كې په كابل كې چاپ سوه. د روښاني غورځنـګ په باب د پښتونخوا يو بل فاضل حافظ محمدعبدالقدوس د خيرالبيان د لومړي چاپ (1967ع) په سريزه كې خورا ګټوره، عالمانه څېړنه كړې ده ( 92مخه ) او ارواښاد مولانا عبدالقادر د همدې چاپ په پيل كې وايي چې د خيرالبيان د دريافت نه څه زمانه مخكښې فاضل مولوي عبدالقدوس د بايزيد روښان په حقله د پښتو اكېډمۍ په مجله كښې ښه محققانه مضامين شايع كړي وو، خو علامه حبيبي په افغانستان كې دا لومړى شخص دى چې د روښاني تحريك لـه ژورې مطالعې او څېړنې وروسته يې د دغه غورځنـګ سياسيتوب مدلل كړ. پخوا داسې فكر كېده او اوس هم يو شمېر كسان په دې عقيده دي چې روښاني غورځنـګ يوازي يو مذهبي تحريك و چې وروسته يې سياسي بڼه واخيستله. علامه مرحوم دا ثابته كړه چې دا تحريك لـه لويه سره سياسي و او پر يوه واحد مركز باندې د پښتنو د را غونډېدلو او لـه مغولو سره د هغوى د مبارزو د منسجمولو په نيامت پيل سوى و. _ د خوشحال پېژندني لومړۍ خښته دده په لاس كښېښووله سوه. د خوشحال خان خټك په باب ابتدايي خبري لـه سراج الاخبار څخه مولوي غلام محى الدين افغان پيل او ارواښاد امين الله خان زمريالي ورپسې په 1315ل كال تعقيب كړې. خو علامه حبيبي د خوشحال پېژندني تاداو په 1314ل كال په تاريخچه پښتو كې ايښى و او د ښاغلي سرمحقق هېوادمل صاحب د وينا لـه مخې استاد دا كارونه په تاريخچه پښتو كې په ابتدايي ډول پيل كړل، د خوشحال مرغلرې او د عبدالقادر خټك دېوان په مقدمه كې يې پسې وپالل، په تاريخچه سبكهاى اشعار پشتو، پښتانه شعراء لومړي ټوك، د پښتو ادبياتو تاريخ دويم جزء ( د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د دوهم صنف لـه پاره )، د خوشحال د جهاندارۍ نظريه نومي اثر كې يې ورته انكشاف وركړ، د خوشحال د سواتنامې ( د 1358ل كال چاپ) د چاپ ته برابرولو او د خوشحال بابا درې سوم تلين لـه پاره د خوشحالپوهنې سره خپله مينه اثبات ته ورسوله. (افغاني شمله- 86مخ ) ( نور بيا )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو د کندهار په نننۍچاودنه کي لاس درلود", "output": "قاري يوسف چي ځان له نا څرګند ځای په ګ� �ځنده ټليفون د طالبانو په کفالت د هغي ډلي وياند بولي وايي د کندهار د ١٣٨٥ لمريز کال د غبرګولي ١٤ يکشنبې د ورځی چاودنه د هغوی کار ده او په دې چاودنه کښي يې څو تنه کاناډايي سرتيري وژلي دي .دا چاودنه چي په سيميز وخت لس بجې را منځ ته شوه او اصلي موخه يې د کندهار د والی اسدالله خالد او د کاناډايي سرتيرو د موټرو کاروان وو د پوليسو په وينا دولتي او بهرنيو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې بلکي يوازي ٤ تنه ملکي وګړي پکي وژل شوي او ١٥ تنه نور ژوبل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نژاد : عربى هيوادونه دې په غونډه كښې ګډون نه كوي", "output": "تهران دايران اولسمشرمحموداحمدي نژاد دسعودئ عرب دباچاسره په ټيليفون خبرې كړيدي اوترې غوښتنه كړې په مينځني ختيزكښې دامريكالخوادامن په كانفرنس كښې برخه نه اخلي دالاڅرګنده نه ده چې سعودى عرب به دمحم وداحمدنژادداغوښتنه ومني اوكه نه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سيد كرم ولسوالۍ اداري تعمير گټي پرانيستل شو", "output": "د پكتيا ولايت د سيد كرم ولسوالۍ اداري تعمير ترميم او ګټي اخيستني ته وړاندي شو په دي مراسمو كي سلاكار وزير او د پكتيا والي جمعه خان همد� �د هم برخه اخيستي وه او د پټي په پري كلو يي نوموړي ودانۍ رسمآ افتناح كړه دا تعمير چي په اساسي ډول بيا رغول شوي ، په پاخه اوساسي دول چهار ديوالي هم ورته جوړه شوي، داوبو سيستم او د مسجد په شمول د اړتيا ټول ملحقات لري په دي وداني ټولي ۲۲۲۰۰۰ امريكايي ډالره لګښت راغلي چي د پكتيا بيا رغاوني ټيم لخوا وركړل شوي ، او په څلورو مياشتو كي بشړشوي . همدا رنګه د يو بل خبر له مخي نن د پكتيا مركز ګرديز كي د نري رنځ نړيواله ورځ ولماڼځل شوه ، په دي غونډه كي د ولايت مقام مرستيال برخه اخيستي وه ، او د نري رنځ ناروغي د مخنيوي او وقايه په اړه مهمي خبري وشوي .هيره دي نه وي چي دا ورځ په نړيواله كچه او په ځانګړي توګه د هيواد په ټولو ولايتونو كي لمانځل كيږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د زکات لنډ او مفصل بيان", "output": "بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم زکات داسلام د� �يم ستر رکن دی چه ډير ېواهم عبادت دی په قرآنکرېم کی ډېرځاېه لمونځ اوزکات ېوځای ذکرشوی . چه دغه دواړه عبادتونه دټول دېن ترجمانی کوی. په بدنی عباداتوکی لمونځ دټول دېن نماېندګی کوی اوپه مالی عباداتوکی زکات دټول دېن نماېندګی کوی .زکات په ټولنه کی د بی وزلی او فقر پر وړاندی تر ټولو غوره وسيله ده ، د زکاة په اداء سره په کور ، کلی ، ولس او هيواد باندی الهی رحمتونه او برکتونه نازليږی ځکه په کوم قوم کی چه رحم ،زړه سوی او يوله بله کومک وی نو پر هغه قوم باندی هم خدای ج خپل رحم تونه نازلوی له بلا او آفاتو يی ساتی . په کوم قوم کی چه زکات نه وی پر هغه به هميشه لوږه او فقر ح اکم وی ډول ډول آفات به ورباندی راځی . دزکات حکم :زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه پر مسلمانانو نر اوښځه فرض دی .په قرآنکريم تر ۸۰ ذيات ايتونو کی زکات له لمانځه سره پيوسته ذکر شوی دی . وَأَ� �ِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ( البقره ۴۳ ).لمونځ قايموی (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوی زکات ! او رکوع کوی سره له رکوع کوونکو (لمونځ کوونکو مسلمانانو) . وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور ۵۶ ) . لمونځ قايموی (په ښه شان سره له ټولو حقوقو ) ! او ورکوی زکات ! اودپيغمبر اطاعت وکړی هيله ده چه پر تاسی � �حم وکړای شی .ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دزكات فضايل :إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷ ).يقيناْ هغه کسان چه ايمان يی راوړی دی او کوی دوی ښه عملونه او قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی باندی او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږی . هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ۲ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (سوره النم ل ۲-۳ ).لاښوونه او زيری ورکوونکی دی مؤمنانو ته ( په نعيم سره ) هغه ( مؤمنان ) چه قايموی لمونځ (په ښه شان ) او ورکوی زکات او دوی په ورځی د قيامت هم يقين لری ( چه رابه شی په حقه سره دغه ورځ ) . قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ۱ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ ۲ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ۳ وَا� �َّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ (المؤمينون ۴-۱ ) . پتحقيق سره بريالی شوی دی مؤمنان، (هغه مؤمنان ) چه په لمنځونو کی عاجزی ښکاره کوی ،( هغه مؤمنان ) دوی له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکی دی، (هغه مؤمنان ) چه دوی د زکوة ادا کوونکی دی . عَن اَبِی هُرَيرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ قَالَ اللهُ تَعَلی اَنفِق يَابنَ ا'دَمَ اُنفِق عَليكَ .دحضرت ابوهريره (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی چه هربنده ته د الله تعالی دا پيغام دی چه ای د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلی خزانی نه تالره درکړم ( رواه بخاری او مسلم ) . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد زکات نه ورکوونکو ته ډير سخت دردوونکی غذابونه :.... وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِ� �ُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (التوبه ۳۴ ) .اوهغه کسان چه خزانه کوی سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه لګوی هغه په لاره د الله ج کښی نو زيری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره . وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَّهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُواْ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ( آل عمران ۱۸۰ ) .پرکومو خلکو چه الله تعالی دخپل مال او دولت پيرزوکړی ده اوهغه له شومتوب نه کار اخلی په دی خيال کی دی نه چه دا بخل او زردوستی د دوی په حق ښه ده ،بلکی دا دهغوی په حق ډيره بده ده ، هغه چه په خپلی بخلی سره څه � �ا ټولوی هماغه به د قيامت په ورځ دطوق په شکل غاړی ته ورواچول شی . نبوی (ص ) ارشادات :مَامِن أَحَدٍ لاَ يُؤَدِّی زَكَاةَ مَالِه اِلاَّ مُثِّلَ لَه يَومَ القِيَامَةِ شُجاَعاً اَقرَغَ حَتَّی يَطُوقَ عُنُقَه ( ابن م اجه ) څوک چه د خپل مال زکات ورنه کړی نو مال به يی دقيامت په ورځ دداسی مار په صورت مجسم شی چه سربه يی پک وی او دده تر غاړه به ور تاوشی . ما'نِعُ الزَّكا'ةِ يَومَ القِيا'مَةِ فِي النّارِ ( طبرانی ) څوک چه د زکات له ورکړی منعه کوی نو د قيامت په ورځ يی ځای دوذخ دی .ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــ دزکات د وجوب شرطونه :۱- مسلمانی : نوڅوک که نوی مسلمان شی پرهغه د مخکی وختونو زکات لازم ندی .۲- بلوغ : نابالغه ماشوم يا د ماشوم ولی باندی زکات فرض ندی که يی آدا کړی نه صح ی کيږی .۴- د نصاب مالک کيدل : د دومره مال مالک کيدل چه شريعت پری زکات واجب کړی دی .۵- پوروړی نه وی : يوه سړی د نصاب په اندازه مال لری ولی د نورو پوروړی هم وی زکات ورباندی نشته .۶- پرمال پوره کال تيريدل : نصاب ته رسيدلی مال به يوکال تيرشوی وی ،پدی اړه نبوی (ص) ارشاد مبارک :دحضرت عبدالله ا بن عمر (رض ) نه � �وايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی : چه چاته په هره طريقه مال حاصل شو، نوپرهغی باندی تر هغه وخته زکات نه واجبيږی څوپوری چه په هغی باندی يو کال نه وی تير شوی ( رواه الترمذی ). ۷- پ� �خپلواصلی ضرورتونو سربيره د نصاب شته والی : ۸- عقل : پرليونی زکات فرض ندی . ــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د زکات د اداء کولو دصحت شرطونه : يعنی د دغه شپږ ش� �طونو سره د زکات ادا صحيح ده او که نه وی زکات نه اداء کيږی :۱- مسلمانی :د زکات اداء کوونکی به ضرور مسلمان وی ، دنامسلمان زکات نه اداء کيږی .۲- عقل : که يو ليونی زکات ورکړی زکات يی نه اداء کيږی .۳- په ټاکلوځايونو کی د زکات مصرفول : هغه ځايونه په قرآنکريم کی واضح بيان شوی ،چه لاندی په تفصيل ذکر شوی ،که پرته له دغو ځايونو په نورو ځايونو کی ولګول شی زکات نه ادا کيږی .۴- بلوغ : نابالغه ماشوم که زکات ورکړی زکات نه اداء کيږی .۵- مالک ګرځول : دزکات اداء کولو پروخت بايد د زکات اخيستونکی دهغه مالک وګرځول شی ، که هغه فرد وی اوکه د زکات راټولولومامورين وی . ۶- د زکات داداء کولو نيت : زکات اداء کوونکی بايد د زکات د اداء کولو پر وخت د زکات نيت ولری .ـــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــ دزکات د آدا کولو ګټی :۱- د مال پاکوالی : که زکات ادا نشی نودزکات د مستحقينو حق به په مال کی ګډ شوی وی ،چه د زکات په ادا سره به د هغوی حق بيل او مال به پاک شی ، په م عنوی لحاظ د ګناهونو څخه پاکيدل ، دناوليو او پاتيکدونوکو څيزونو دشوق او محبت څخه د زړه پاکوالی .۲- دمال ذياتوالی : دزکات په ادا کولو سره خدای ج په مال کی برکت اچوی ، نوکله موچه زکات ادا کړ بيا به � �ه حساب کولو ورسته درته معلومه شی چه د نور وخت پر پرتله کټه څومره ذياته شوی حيران به پاتی � �ی .۳- له بلاؤاو آفاتو څخه د مال بچوالی : دزکات په ادا کولو سره به بيا په مال آفتونه او بلاوی نه راځی تجارتی مارکيت به اور نه اخلی او د غلوله غلا او لوټ او داسی نورو به په امن وی .۴- بی حده خوشحالی او د زړه سکون : د زکات له ادا کولو سره سم د انسان په زړه کی ذياته خوشحالی او سکون پيدا کيږی ځکه چه په هر عمل او کسب کی د خدای ج رضا وی سړی خوشحالی او آرام احساسوی .۵- دسيخيانو په ډ� �ه کی ور ګډيدل : د زکات ورکول تر ټولو غوره سخا ده .۶- دزړه نرم والی او پر نورو رحم کول : دزړه نرم والی ډير لوی صفت دی چه نرم زړه د دوزخ اور نه سوزی ، نوکله چه هغه خوارانو ته چه څلورو ديوالونو ته حيران ناست وی دخواراک لپاره هم څه نه لری زکات ورکړ شی څومره لوی رحم ، زړه سوی او خواخوږی به وی .۷- له حب دنيا څخه خلاصون : له دنيا اودولت سره محبت ستر مرض دی چه ددی مرض په وجه سړی بخيل ،سخت زړی او بی رحمه ، بی مينی او علاقی وی له مرګ څخه ويره لری د دنيا د عيش اونوش هيله لری ........... نو آخربه تر کومه ژوند وی .نوکله چه څوک له خپل خوږ مال څخه د خدای ج د رضا لپاره زکات ورکړی دهغه په زړه کی د خدای ج د محبت ولولی په جوش راشی او د ناولی فانی دنيا محبت يی له زړه وزی .۸- د خدای ج پر نعمت شکر : بی له شکه هغه کس چه زکات اداء کوی ، نو پوره يقين لری چه زه خو پخوا ناداره وم ای خدايه ستا پر خپل فضل مالداره وګرځولم نو نن ورځ په ډير اخلاص ستا له راکړی يواځی څ� �ويښتمه برخه پر بی وزلو او خوارانو ويشم ، نوشکر خو همدی ته وايی چه نعمت د خدای ج له خوا يو فضل وګڼل � �ی ، ولی هغه کس سره لدی چه خدای ج ورباندی د مال پيرزوينه کړی وی خو زکات نه ورکوی پر دی ګمان وی چه دا زما د منډو او کوښښتونو ثمره ده . نو د زکات ورکول ورته ډير سخت بريښی ګمان کوی چه پدی ۴۰ حصه به می مال کم شی چه دا د لوی چښتن ج سره ستره بی وفايی او د بندګی له شانه سره ناشکری ،سرکشی او ډير بدکار بللای شو.۹- دخلاصون لاره : دالله ج رضا چه په سپين مخ به د خپل لوی چښتن ج په حضور کی ولاړيږی خپل مال به درته د نجات او خلاصون وسيله وګرځی او دهغه له غذاب او دغاړی له طوق څخه به خلاصون مومی .� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــ دزکات نصاب : دسپينو اوسرو زرو زکات او دهغه نصاب :...... مِن كُلِّ اَ� �بَعِينَ دِرهَماً دِرهمُ ُ وَلَيسَ فِی تِسعَةٍ وَتِسعِينَ وَماءةٍ شَيی ُ ُ فَاِذاَ بَلَغَت مَاء تينِ فَفِيهَا خَم سَة ُ ُ دَرَاِهمَ (رواه الترمذی وابوداود).پس اداء کړی زکات د سپينو رزو دهر څلويښت درهمو نه يو درهم – اود 199 درهمو پوری هيڅ واجب ندی او کله چه 200 دوه سوه پوره شی نو په هغه کی پنځه درهم زکات واجب دی .حض� �ت ام سلمه (رض ) وايی : ما بنګری په لاس کول ، بيا می له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چی ای دخدای ج رسوله ! آيا دا هم کنز دی ؟ ( کوم چه د توبی په سورت کی د کنز په باب سخت وعيد نازل شوی ) هغه (ص) راته په ځواب کی وفرمايل : کوم مال چه د زکات ورکولو اندازی ( نصاب ) ته ورسيږی او زکات يی ورکړ شی هغه کنز نه دی .دسپينو زرو زکات دوه سوه 200 شرعی درهم دی ، او دسرو زرو 20 طلايی مثقاله دی داچه درهم او مثقال د ګرام له رويه څرنګه ح ساب شی دنوی عصر علماوو داسی بيان کړی .داسلامی نړی ستر مصری عالم دوکتور وهبة الزحيلی پخپل کتاب فقه اسلامی دوهم جلد کی داسی ليکلی دی (( دسرو زرو نصاب شل مثقاله يا اووه نيمی تولی دی چه دا شل مثقاله بيا دعراق په مثقال سره د سلو 100 ګرامو سره برابر دی او دغه شل مثقاله دعجمی په مثقال سره له شيږ نوی 96 ګرامو سره برابر دی )).(( دسپينو زرو نصاب دوه سوه شرعی درهمه يا دوه پنځوس نيمی تو� �ی چی بيا دا دوه سوه شرعی درهم له اووه سوه 700 ګرامو سره برابر دی او دجمهورو علماؤ په نزد دوه سوه � �رعی درهم د 642 ګرامو سره برابر دی )) .په نورو فقهی کتابونو کی لکه درالمختار ، احسن الفتاوی او فتاوی عثمانی کی بيا دسرو زرو 87 ګرامه او د سپينو زرو 612 او 628 ګرامه ليکلی دی .دسعودی عربستان د اوقاف دعوة او ارشاد وزارت د سرو زو نصاب 85 ګرامه او د سپينو زرو 595 ګرامه ښودلی دی .همدارګه د قطر،يمن ، سودان او لبنان هيوادونو د زکات ادارو هم دسروزرو شل مثقاله له ( 85 ) ګرامه اود سپينو زرو دوه سوه درهمه له 595 ګرامه برابر ښود� �ی دی .نو پدی خاطر چه همدا دسعودی عربستان ټاکل شوی مقدار اقل دی (دغريبانو په ګټه دی ) او هم ديوه هيواد پر سطحه تعين شوی دی داعتبار وړ دی .دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5 يا 40 څ� �ويښتمه برخه ده .لومړی مثال : که څوک په خپل کور کی 120 ګرامه سره زر ولری نو زکات يی داسی حسابيږی .که د يوه ګرام طلا قيمت 1200 افغانی وټاکو نو 120x1200 = 144000Af نو دزکات اندازه به 144000÷ 40 = 3600 نو دری زره او شپږ سوه افغانی د زکات اندازه شوه. دوهم مثال : که څوک 8500 ګرامه سپين زر ولری نو که د سپينو زرو د يوه ګرام نرخ 50 افغانی وټاکو نو 50x 8500 = 425000÷40 = 10625 Af نو لس زره و شپږسوه او پنځه ويشت افغانی زکات به پر مستحقو کسانو ويشی .د نغدو پيسو او تجارتی اموالو زکات او دهغه نصاب :يَا أَيُّهَا ا� �َّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی .وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُوم ( الذاريات 19 ) .ِاوپه مالونو د دوی کی حق او برخه وه سوالګر لره او صبرکوونکی لره ( مسکين وی خو له شرمه سوال نه کوی ) .عَن سَمُرَةَ بنِ جُندُب ٍ اَن َّ رَ سُول َ اللهَِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَامُ� �ُنَا اَن نُخرِجَ الصَّدَقَةَ مَن َ الَّذِی نُعِدّ ُ لِلبَيع ِ ( رواه ابوداود ) .دحضرت سمره بن جندب (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم مونږ ته حکم وو – چه مونږ به دهر هغه شی نه زکات وباسو کوم چه د بيع و فروخت يعنی تجارت دپاره اخستی وی . دنغدو پيسو او تجارتی اموالو ( دوکان ، دواخانه ، فاب� �يکه او غيره ) نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټا کل کيږی ځکه د سپيونو زرو نصاب اقل دی نو په اقل عمل کوو . د نغدو پيسو يا په تجارتی دوران کی بندو پيسو نصاب دسپينوزرو نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه يا 595 ګرامه سره سمون خوری . &n; bsp; ; &n; bsp; ; که دسپينو زرو ديوه ګرام قيمت 50 افغانی وټاکو نو 50x 595 = 29750 ≈ 30000 Af نو که څوک 30000 ديرش زره افغانی د نغد و پيسو يا تجارتی اموالو پانګه ولری کال ورباندی تير شی زکات ور باندی فرض دی . دزکات اندازه ٪ 2.5 يا 40 څلويښتمه برخه ده .لومړی مثال : يوه تجار خپل تجارتی اموال حساب کړل پانګه يی 350000 افغانی شوه زکات به يی 350000 ÷40 = 8750 af يا 2.5% = 2.5 / 100 = 0.025x 350000 = 8750 af د زکات د ورکړی اندازه به 8750 افغانی � �ی..ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دزکات مستحقين ( زکات چاته ورکړشی يا د زکات د مصرف ځايونه ) :دزکات دمستحقينو په اړه چه زکات کومو کسانو ته ورکړ شی قرآنکريم داسی حکم کړی دی .إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَا� �ْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ِ ( التوبه ۶۰ ) . بيشکه همدا خبره ده چه صدقی ( زکات صرفيږی ) لپاره د فقيرانو ،مسکينانو ،عاملانو (دزکات را ټولولو مامورين ) او مؤلفة قلوب ( چه د هغوی زړونه په لاس راوړل م طلب وی ) او (صرفيږی) په ( خلاصولو ) د غاړو ( د بنديانو او مريان ) او پوروړو او ( صرفيږی ) په لاره د خدای ج کی او مسافر چه مال ورسره نه وی ( مقرر کړی ده دغه ) فريضه ( زکات ) له ( جانبه ) د الله ( دغه مصارفو لره ) او ا� �له په هر څه ښه پوه او دحکمت واله دی . ۱- فقراء : د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وی خو داسی وی چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره کيږې او نۀ ورسره دومره مال يا غله وی چه پخپله پری ذکات فرض وی .۲- مساکين : هغه تش لاسی خلک دی چه د نفقی لپاره څه نه لری که څه هم کسب او کار ته ډير لاس اچوی خو بيا هم څه ورباندی نه کيږی ، يا معيوب شوی وی يا ناروغه وی چه د کسب کار توان يی له لاسه ورکړی وی۳- عاملين : دزکات ټولوونکی کسان دا خلک که څه هم مالداره وی بيا هم د دوی د زحمت او دوخت ضايع کيدو له وجی زکات ورکول کيدای شی .۴- مؤلفة القلوب : هغه کسان چه د دوی زړونه د اسلام طرف ته مايل شوی وی ، او د دوی زړه لاس ته راوړل مطلب وی .۵- رقاب : هغه کسان چه د نورو په قبضه کی راغلی وی ، مثلاْ دجنګ بنديان ،مريان يا دچا په قرض کی ګرفتار کس .۶- غارمين : کوم خلک چه داسی پوروړی يا په څه وجه تاوانی شوی وی چه دقرض د ادا کولو توان ونه لری دا ډله هم د زکات له مستحقينو څخه ده .۶- فی سبيل الله : هغه کسان چه دخدای ج د دين د لوړوالی لپاره جهاد کوی ، دعوت کوی اويا پر بله طريقه يی د دين نصرت ته ملا تړلی وی د زکات مستح� �ين دی .۷- ابن سبيل : که کوم مسافر وی چه د سفر پر وخت محتاج يا له څه مشکل سره مخ شوی وی که څ هم په خپل کور کی مالدار وی د زکات مستحق دی .ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــدکرهنی او مالداری د زکات په اړه به ورسته بيان خپور شی ګرانو لوستونکو! د امکان په صورت کی که دغه مضمون له ځانه سره چاپ او خپل کلی او ولس ته يی ورسوی ډير به ښه شی ، ترڅو مو له هيواد څخه دغه بد حال چه په يوه کور کی پلوونه او بل کور ماشوم اولاد د فقر په وجه د کمه پيسو په بدل کی خرڅوی ورک شی او پر خلکوکی د زکات او زړه سوی جذبه پيدا شی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسدالله خالد:ارغنداب کې تر 100 ډير طالبان وژل شوي", "output": "د کندهار والی اسدالله خالد نن غرمه په یوه خبری غونده کې وويل چې د کندهار ولايت د ارغنداب په ولسوالۍ کې تر سلو ډر جنگيالي وژل شوي چې ډي� �ی ېې پاکستانيان دي . خالد وويل چې دعملياتو پر مهال د افغان پوځ دوه سرتيري هم وژل شوي دي .که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي خو د خالد پر وينا چې د سيمي د خلکو پراخه همکاري وه چې افغان او بهرني سرتيري وتوانيدل چې ارغنداب له طالبانو څخه ونيسي. د کندهار والي چې په خپله ېې هم په عم� �ياتو کې برخه لرله دا هم وويل چې پاتي بريد کونکي له سيمي تښتيدلي او د گډو ځواکونو د تلاشۍ عمليات � �وان دي . د کندهار د والی پر وینا چې طالبان د ارغنداب ولسوالۍ د اوسيدونکو په حاصلو برابر د غنمو درمندان هم سوځولي دي . خالد وويل چې په دې عملیاتو کې د بیت الله محسود او ملاعمر گڼ شمیر عمده پلویان هم وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له جنونه تر مرګه", "output": "له جنونه تر مرګه د ديارلس سوه درې اتيايم كال د جوزا د م ياشتې دريمه نيټه وه ، د كابل د تعليمي او تربيي پوهنتون په يوه برخه كي په درس ويلو بوخت وم چي ناڅاپه مي سترګي چا د شا لخوا پټي كړي ، كله مي چي په لاسو ورته لاس ورګرځاوه ، پوه شوم چي له هدايته پرته بل څوك نشي كيداې.سلام هدايت جانه دا دوه دري ورځي چيرې وي ؟ څه به درته وايمه احمده پريږده چي پخپلو سوچونو كي غرق ووسوم ، هو ! دا دويم كال وو چي زما له هدايت سره پيژندنګلوي شوه او د پوهنتون د ټولو همصنفيانو په ډله زما او ددي م� �ګرتيا ځانګړې بڼه درلوده په دغه موده كي دا لمړي ځل وو چي ما دري ورځي هدايت نه وليدلي په تيلفون مي ورس� �ه څو ځلې خبري كړي وي خو كله چي مي په دغه ورځ وليد يو څه حيرانه غونډي شوم ځكه چي په لمړي ځل ما د هغه په تور بخن مخ كې تقريبآ زيړوالې وليده ،دومره د حيرانتيا خبره نه وه خو ما له هغه څخه و پوښتل څه چل شوي ولي د رنګ زيړ حا� �ت دې راته ښه نه ښكارې ؟ ياره احمده څه يي كوي هغه ورځي يي بيا راته سپك سپري وكړيزه د هدايت له كنايه ډوله خبرې پوه شوم چي هغه پرته له مريمه بل څوك نه يادوي . بايد ووايم په هغه ټولګې كي چي مونږ زده كړه كوله څه باندي څلوئښت كسه نجوني او شاوخوا پنځوس كسه هلكان وو ، هدايت په رنګ تور له قده ميانه او د ښي زده كړي خاوند او د افغانستان له شمالې ولاياتو څخه وو اومريم چي په رنګ سپينه، شنې سترګي او دجګې ونې څښتنه او تل به يي به داسي غرور كاوه چي په نړې تر دي ښكلې نه پيدا كيږي نو د تل لپاره به يي څلورو خواوو ته په داسي يو انداز كې كتل تا به ويل چي اوس مي زړه له ټټره په منګولو راباسي . هدايت له تير يوه كاله په مريم مين شوي خو مريم يي كله سلام ته وعليك هم نه وو ويلې ، هدايت چي كله زما تر څنګه ولاړ وو ما وغوښتل چي بل څه ترې پوښتم چي فكر يي بدل شي خو راته يي وويل احمده كه دا نجلې زما نشي نو په دي دنيا كي د ژوند كولو لپاره هيڅ نلرم . ما ورته وويل هدايته ! ځان نه راته ماشوم مه جوړه لوې سړي يي ته ورسره يوځل بيا خبري وكړه كه چيري داځل يي هم درته غاړه كينښوده نو لارې ډيرې دي، يابه يي كورته جرګه وليږو او يا به د ټولګې كومه بله نجلې ورته واسطه كړو او كه چيرې دا ټولې لاري بندې شوې نو په افغانستان كي د نجلو څه كمې خو نشته ، هغه تر يو سوړ اسويلي و� �سته وويل زه به د ورستې ځل لپاره ورته ووايم خو كه ويي نه منله نو ...... نور يې څه ونه ويل ماته يي لاس راكړ او ويل چي زه صبا نه راځم او ولاړ ، ماته چي هم هدايت له ځانه ډير ګران وو، و مې غوښتل چي په اړه يي يو څه فكر وكړم يو ځل مي داسي پريګړه وګړه چې ورشم مريم ته و وايم چي ددي هلك مرګ او ژوند ستا په لاس كي دي خو بيا چي ك� �ه د هغه انداز را په ياد شو ، چي د هدايت لپاره زما خبري ته هم غوږ نږدي نو له دې خبري لاس په سر شوم ، او داسي پريګړه مې وكړه چي صبا د صنف يوه نجلې ورته ضرور واسطه كوم ،صبايي چي د چهارشنبي ورځ وه مي نشوكولاې چي پوهنتون ته ولاړ شم ، د پنجشنبي په ورځ د درسونو دومره مزه نه وه د جمعې تر رخصتې ورسته پوهنتون ته ولاړم څنګه چي په لس كم اتو بجو صنف ته ننوتلم له ورستو څخه چاغږ وكړ احمده ته لا دلته يي ؟ تر دي وړاندي چي مخ واړوم پوه شوم چي غږ د چا دي خو د هغه ورستي خبري چي ته لا دلته يي زما غونې زيږې كړې پوه شوم چي هره خبره ده نو د هدايت ته ور پيښه ده ، ځكه چي زما او د هغه په ملګرتيا د صنف پرته د پوهنتون يو شمير نور زده كونكې هم خبر وو ، ما چي كله مخ ور واړه زمونږ يو بل ټولګيوال وو راته وې ويل چي هدايت د وزيراكبرخان روغتون په عمليات خونه كې دې ، هغه راته و ويل راځه كه ځې چي نور همصنفيان هم ور روان دي . هغه په څو ګړنديو ګامونو بهر خواته روان شو ، زه هم ورپسې ور روان شوم خو دومره پوهيدم چې غونې مې زيږې ويښتان مي ولاړ او رنګ مې زيړ دي ، خو چي كله بيرون ته ووتلم ګورم چي د لسو او پنځلسو په منځ كي زمونږ د ټولګې هلكان او نجونې په تونس موتر كي ناست او ماته انتظا� �باسې ، زه چي څنګه ور پورته شوم موتر حركت وكړ ټولو د هدايت په اړه بيلا بيلي خبري كولې ، ما هر څه اوريدل خو د څه ويلو وس راكې نه وو ، نه پوهيږم چي پس له څومره وخته موتر بريك شو او ټولو په كښته كيدو پيل وكړ زه پوه � �وم چي هدف ځاې ته ورسيدو نو زه هم كوز شوم او همديو پسې روان شوم كله چې دريم پوړ ته ورجګ شو، ګورم چي په انتظار خونه كې د يوشمير نورو كسانو ترڅنګ دوه نفره چي يو د څلويښتو او پنځسو كالونو ترمنځ عمر لري او بل يي ځوان وو، د پوخ عمر خاوند خو مي په لمړې نظر و پيژاند چې د هدايت پلار دې خو ځوان هم راته د هغوې د كورنې غړې ښكاريدو او هم داسي هم وه هغه يي د ترور ځوې وو . مونږ ټول په ګډه ورغلو د هغه له پلار څخه مو پوښتنه وكړه چي په هدايت څه شوي دي . هغه په داسي حال كې چې په سترګو ېې نم ښكاريده وويل چې تر دې وړاندې هم هدايت څو ځلې داسي شوې و خو داځل نه پوهيږم چې څه پرې شوې دې ، ډير په ستونزو كې دې مونږه ټولو پوره دوه ساعته د عمليات خونې په وړاندې انتظار وكړ ،كله چې ډاكټران له يادشوې خونې څخه بهر شول وويل چې هدايت مسموم شويدې ، كله چې هغه ېې په تذكرې كې له عمليات خونې څخه بهر كړ ،مونږه ټولو وليد چې رنګ ېې تګ زيړ او د بي هوښي په حالت كې وو ، زمونږ له ډلې څه كسان پاتې شول چې ترڅو هغه په هوښ شي او ځينې ولاړل ، كله چې هدايت د نيمه بې هوښي حالت ته را ورسيد نو په يو غږ به يي مريم ته د مينې نارې وهلې كله چې پلار پوښتنه وكړه چې دا څوك ياد وې نو زمونږ يو هم ټولګيوال ورته وويل چي دا زمونږه هغه همصنفې ياد وې چې دا ورسره مينه لرې . د هدايت د نيمه بي هوښي حالت ډير دوام وكړپه ژړا ته ورته چغو كي به يي همدا وويل مريم زه له تا سره مينه لرم ، مريم زه له تا سره مينه لرم ، ډاكټرانو وويل چې دا څوك غواړې را ېې ولې ورته كه نو ددې دا حالت به نور هم دوام وكړي كه چيرې د هغه غږ وارو نو كيداشي له دې حالت څخه بهر شي ، م ونږ پس له ډير خبرو اترو په پدۍ سلا شو چې مريم ته زنګ ووهو ، كله مو چې هغه ته زنګ واهه ټيلفون مورېې پورته كړ ، او د هدايت د پيښې تر يادولو ورسته دمريم مور تر ډيرو سپكو كلماتو ويلو ورسته چې زه يي دلته په يادلو ش� �ميږم تيفلون بند كړ ، ماښام شو ټول خپلو خپلو كورنو ته ولاړل ، خو زه تر سبا سحره هدايت ته ناست ووم ،صبا په لسو بجو هدايت په هوښ شو ،ډاكټران ېې شاوخوا ته راټول شول او ورسته تر پښتنو يي د هدايت پلار ته وويل چې ځوې دې تر لسو زيات ديازې پم ګولې خوړلې وې ، پلار يي چي كله په دې خبره پوه شو چې ځوې د پردي نجلې لپاره د خودكشي تر حده هڅه كړيده په ډيرو تندو كلماتو يي وويل كه چيري زه خبر وايي چې دې داسي بي غيرته كار كړيدې تر دې وړاندې چې ما دې روغتون ته رواستې وې ما په خپله ددې په غاړه چاړه را ښكله . ددې خبرو ورسته پلار ېې په ډير احساساتې ډول له � �وغتون څخه بهر شو ما ورپسي منډه كړه خو له زينو ښكته شوي وو . هدايت دوه ورځې نور هم په شفاخانه كې پاتې شو بيا تر خارجيدو ورسته د دوه شپي له ما سره وكړې او بيا ورسته خپل كور ته ولاړ . هدايت ورځ په ورځ د ليونتوب خواته روان وو له يوې خوا د كور تر فشار لاندې او له بلې خوا د مريم غمونو د ليونتوب سمندر ته كوز كړې وو .ورځې په شپو پسي تيرېدې او شپي په ورځو پسي له دوهم ټولګې څخه دريم ټولګې ته شو ، ښه مې په ياد نه دې چې د دريم ټولګې اتمه كه نهمه ورځ وه چې په دهليز كې هدايت له مريم سره مخامخ شو ، زه يوه اندازه له دوې څخه لرې ولاړ وم خو د دوې خبرې مې ښي روښانه اورېدې . هدايت ورته په ژړغونې اواز وايي چي د خداې لپاره زما مرګ او ژوند ستا په لاس كې دې لږ څه رحم وكړه ، خو مريم پرته له كومه ځوابه هدايت ته داسي يو څپړه وركړه چې تر اوسه پورې ېې غږ زما په غوږونو كې څرخې � �ا څرخې هدايت پرته له دې چې كوم عكس العمل وښي د بيرون په طرف رهې شو .هدايت چې كله كور ته تللې وو شاوخوا يو ليتر تيزاب يي څكلې وو ، د تيزابو د څكلو له امله هدايت د دوهم ځل لپاره درې مياشتي په روغتون كې پاتې شو زه به چې كله پوښتنې ته ورتلم نو دا به يي راته ډير وويل چې مريم جانه څنګه وه ،ايا ما ياد وي ؟ خو دا ورته و نه واېې چې هدايت په روغتون كې د تيزاب د څكلو له امله د ورځې دري څلور وارې وينه ګرځوې . كله چې هغه له روغتون څخه بهر شو په پوهنتون كې هم يو كال پاتې راغې ځكه چې زمونږ سيستم كريډت وو او هيڅ ډول تصديق پكې د منلو وړ نه و ، مونږ څلورم ته ولاړو او هغه په دريم ټولګې كې پاتې شو ، يو كال بل هم پسۍ تير شو كله چې سهار مهال زه پوهنتون ته راغلم هدايت مې وليد ګمان نه كيده چې دا هغه هدايت وي ځكه چې ډير يي په څيره توپير راغلې وو خو په سهره كې د خوشالې نښې نښانې له ورايه معلوميدې ، هدايت را ته وويل چې راشه كانټېن كې كيښنو چې ډيره د خوښې خبره درته كوم ما داسي فكر كاوه چې ضرور په د مريم په اړه څه واېې خو هغه دا ځل بل څه راته وويل احمده ته پوهيږي چې زه دوه ورځې وړاندې نامزاد شوي يم ما ورته وويل چې له مريم سره . هغه وويل نه ياره ما هغه بلكل له هيره ايستلې ځكه چې ما دوه ځلې ځان د هغه لپاره د مرګ تر حده ورساوه خو هغه خپل غوږ هم و نه ګاراوه ، ما هم ورته وويل چې ځه ډير ښه و شو چې له دې مصيبته خلاص شوي. ښه دا وايه ځوانه! چې پيغله څوك ده ؟ زمونږ د لرې خپلوانو له ډلې ده ، له هيره مې نه وځې چې تر يوې مودې ګرم بنډار ورسته هدايت په ډيرې خوشحالې له ما څخه ولاړ او هغه موسكايي تر اوسه زما ياديږي ، سربيره پردې چي په ورستې كال كې هغه له ما سره په صنف كي يوځاې هم نه وو خو ما به كله نا كله د هغه پوښتنه كوله ، زمونږ د ورستې كال ورستې شيبئ وې چې زمونږ يو هم ټولګيوال ټولګې ته راننوت او په لوړ اوز يي وويل چې زړونه يي ريږدول (هدايت مړ شو) په لمړيو كې خو هيچا پرې باور نه كاوه خو ورسته ټول پدې پوه شول چي دا خبره واقيعت لرې . د هغوې كور د كابل د باغ بالا په دهن نل سيمه كې وو د هغوې كورته ولاړو او په جنازه كې مو برخه واخيسته ،په دې پوه نشوم چې له پوهنتونه نور څومره كسانو ګډون كړې خو په ورستيو كې چې د پوهنتون ډير محصلين ولاړ وو د هغه ، هغه ترور ځوې مو را پيدا كړ چې په روغتون كې مو ورسه ليدلې وو ، كله مو چې هغه څخه د هدايت د ناڅاپي مرګ په اړه پوښتل په دې پوه شو چې د تيزاب تر څكلو ورسته هغه ته د سرطان ناروغې پيدا شوي وه او ترور ځوې يي دا هم وويل چې يوه اونې وړاندې د هغه چنغلې هم ځواب وركړې چې زه له تاسره واده نه كوم ځكه چې ته د سرطان ناروغې لرې ، هدايت اوس د خرورنو خاورو لاندې پروت دې او خلك يي د قبر پر سر د جمعې په شپه څراغ روښانوې او جنډې پرې تړې خو مريم ښه خوشاله ده تر اوسه يي كله داسي يادونه هم نده كړې چې يوځوان د هغه د ښكلا له لاسه مړشوې او اوس له خاورو سره غاړه غړې پروت دې ، روح دې ښاد او اباد وې پاې درنو لوستونكو ډيره بښنه غواړمه كه چيرې له ما څخه د واقعې داستان په ليكولو كې كومه غلطې شوې وې ځكه چې دا زما لمړې داستان دې چې ماليكلې، كه چيرې تاسي غواړې په راتلونكې زه خپله قلمې ليكنه بنده نكړمه نو په 0700069580 نمبر يا a.m_zaheer@Yahoo.com خپل لنډ نظر د مسج په توګه وليكې په درناوې اباسين زهير د شمشاد تلوېزيون خبريال 2008-06-28"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاتله !", "output": "Numandost75@yahoo.comد اختر په لومړى ورځ، زړه نازړه د يوه ملګري کور ته لاړم، هسې مې زړه تنګ و . بيرون کټونو کې کېناستو او د لمر تودو او پستو وړانګو مو پ� �هډونو لوريينه کوله . چې څنګه مې پياله پورته کړه، يو موټر را تاو شو . سيده يوه کور ته چې زماد ملګري کور سره ديوال شريک و، ورتاوشو . ملګري مې سر وخوځو او بيايې ورو وويل : بيا به محشر جوړ شي . له موټره مي� �منې ورخطا – ورخطا ښکته شوې او چې څنګه له کور بنو ميرمنو سره غاړه په غاړه شوې چيغو ځمکه ښوروله . چاوې زم ا ځوانيمرګه وروره! چاوې : زما نا مراده خورييه، چاوې زما ګرانه ماما او چا .... ملګري مې ويل : ډېر بې بدو ځوان و ، د واده يې لا مياشت پوره نه وه ، څو ورځې وړاندې يې ورته سورى – سورى جسد راوړ . چيغو هماغه شان د کلا ديوالونه خوځول . پياله مې پر ميز کېښوده . ماوې قاتله !ستا ټوپک څومره ظالم و، چې په يوه ګولۍ يې په لسګونو زړونه سوري کړل. د کوچني اختر لومړى ورځ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کي برمته شوی ایټالوي میرمن د تلویزیون په پرده ښکاره شوه", "output": "کابل :: ميرويس جلالزی د یکشنبې په ورځ په کابل کي خصوصي تلویزیون طلوع برمته شوې ایټالوي کلیمنتینا کانتوني چه دوه په وسلو سمبال کسان ئې هم له څنگه ښکاریدل په داسي حال کښي ښکاره کړه چه ویل یې نوم یې کلمینتینا کانتوني ده او نن د یکشنبه ورځ ده . هغه کس چه ځان د تښتونکو د ډلي مشر تیمور په گوتو کوي وایې چه د برمته شوي میرمني روغتیایي حالت دډاډ وړ نده او که د نوموړي ډلي خواستونه ونه منل شي نو هغه به ووژني ویل کیږي دا ایټالوی میرمن څه باندي دوه اونۍ مخکي د کابل له زړه (قلعه موسی ) نومي سیمي نه د څلورو تنو وسلوالو له خواه هغه مهال تښتول شوې وه چه د سپرلۍ موټر یې په زور درول شوی وو ا و وسلوالو نوموړې میرمن په نامعلوم لوري ورسره وړې ده . د طلوع تلویزیون کوم چه د دې ا یټالوي میرمني ویډویي ټیپ ئې خپورکړی هغه تلویزیوني شبکه ده چه څه باندی 10 ورځی مخکي یې یوه گوښه شوې د تفریحي خپرونو ویانده وژل شوې وه چه تر اوسه یې هم قاتل ندی پیژندل شوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "راځۍ چې مونږ په ځان كې بدلون راولو", "output": "مونږ پښتانه چې كله هم د هيواد په سياسي حالاتو او ټولټاكنو خبرې كوو او كه ليكل كوو نو په خپلو خبرو او ليكنو كښې تل كيلى كوو او وايو : * د پښتنو په سيمو كښې امنيت نشته* د پښتنو نيمايي نفوس په ټولټاكنو كښې بى برخى پاتې كيږي * واك د اقليت پورې له تړلو جنكي ډلو سره دى * د پښتنو په سيمو ړندې بمبارۍ كيږي* د مخدره موادو په كر كيله او تجارت كښې هم پښتنانه بدنامه كيږي. * امريكا هغه څوك قدرت ته رسوي چې پخپله امريكه يې غواړي.* جكړه د پښتنو په سيمو كې روانه ده . دا ټول واقعيتونه دي ، په دى مسايلو بايد خبرې او ليكل و شي خو يو شى چې زما په فكر مهم دى هغه دادى چې دى مسايلو ته بايد د حل اصولي لارېې و لټول شي .خداى پاك په قران پاك كې فرمايي : إن الله لا يغيرو ما بقوم حتى يغير ما بأنفسهم . ( سوره الرعد ) خداى پاك په هغه قوم كښې بدلون نه راولي تر څو چې هغوي پخپله په ځان كښې بدلون نه وي راوستى. د پښتنو په سيمو كښې چې امنيت نشته ، د پښتنو په سيمو چې ړندې بمبارۍ كيږي ، دا جكړه چې د پښتنو په سيمو كښې روانه ده ، دا بد بختۍ چې پښتانه ورسره لاس او كريوان دي ،ددى ټولو مشكلاتو علاج څه دى. يو څوك چې بيمارشي نو ډاكټر يې علاج كوي ، د پښتنو د دردونو او زخمونو د علاج لپاره ډاكټرانو ته ضرورت دى . احمد شاه مسعود د خپل قام د درد ونو او رنځونو لپاره د يو ډاكټر په توكه خدمت وكړ ، هغه د خپل قام لپاره يو مسيحا ؤ. د پښتون قام لپاره يو مسيحا ته ضرورت دى چې ددى قام دبيمارۍ غم وخوري ، داسې يو شمله ور ته ضرورت دى چې ددې قام شمله جكه وساتي ، داسې يو ستر سپيڅلي پښتون ته ضرورت دى چې پښتنانه په ځان راټول كړي او ددوي د سياسي ژوند كاروان مخ په وړاندې روان كړي . دا قام د خوشحال ، احمد شاه ابدالي ، شيرشاه په شان مشرانو او رهبرانو ته ضرورت لري. استاد رباني په ميدان كښې ولاړ دى او د خپل, خلكو لپاره خدمت كوي ، د عبدالله عبدالله تر شا ولاړ دى ، هغه د كرزي په فكر كښې نه دى ، هغه د كرزي د كاميابۍ غم نه خوري بلكې هڅې كوي چې كرزى له پښو وخورځوي او قدرت ته ورسي . رباني د خپلې بقا لپاره او د سياسي اقتصادي او نورو امتيازاتو د لاس ته راوړلو لپاره له ټولى دنيا سره خبرې كوي ، له روس سره روابط ساتي ، له امريكى سره ، له ايران سره ، له هندوستان سره ، له پاكستان سره لنډه دا چې له هر چا سره ارتباطات ساتي او خپلې استفادې كوي. حكمتيار چيرته دى او څه كوي ؟ حكمتيار صاحب له امريكى سره مخالفت كوي ، له دنيا سره مخالفت كوي ، يوه ګناه يى همدا ده چې پښتون دى ، كه په قام پښتون نه وې نو نن به لكه رباني په كابل كښې ناست وى ، كه ده هم له امريكا او بين المللي ټولنې سره سياسي معاملې كړې وې نو نن به يې نوم د مطلوبو ارهابيانو په لست كې نه و ليكل شوى. طالبانو ته چې كورو نو يوه خبره كوي او وايي تر څو چې خارجي قواوې له افغانستان څخه وتلى نه وي نو هغسې به جهاد ته ادامه وركوي. څومره چې طالبان په هيواد كښې خپلو پوځي عملياتو ته دوام وركوي په هغه اندازه پښتنو او پښتون قام ته په سياسي ميدان كښې ، په اقتصادي ميدان كښې په تعليمي او فرهنګي ميدانونو كښې تاوان رسيږي. د پښتنو د ښمنان د طالبانو تر شا ولاړ دي او ددوي له منفي سياستونوڅخه د ځان په نفع استفادى كوي . د پښتنو د ښمنانو او مخالفينو د امريكې او د بين المللي ټولنې په وړاندې د طالبانو د سخت دريځ څخه ډيره كټه تر لاسه كړى ده . په بن كښې چې د حامد كرزي په مشرۍ حكومت جوړ شو ، نو دا حكومت د شمال د ټلوالې تر نفوذ لاندې يو حكومت ؤ ، ستر مقامونه دوي په لاس كښې واخيستل . حامد كرزى صرف په نامه رئيس جمهور شو. څو تنه پښتانه وزيران چې په موقت حكومت كښې شامل وو هغوى په انتقالي او منتخب حكومت كښې شامل نه شول. پروفيسور رسول امين په موقته اداره كښې شپږ مياشتې د پوهنې وزير ؤ ، د رسول امين په باره كښې په رسنيو كښې وليكل شول چې دا دى يو بل محمد ګل مهمند پيدا شوى دى. رسول امين چې اعلحضرت او كرزي ته ته مخلص ؤ ، هغه ته رخصت وركړ شو ، او يو شمير كسان چې د رسول امين لخوا حامد كرزي ته معرفي شوي وو هغوي لا تر اوسه وزيران او رئيسان دي. دا ځكه چې امين په پښتو ټينګ ولاړ و ، هغه په چا خرڅ نه شو خو دده لخوا يو شمير معرفي شوي اشخاص چې نفسونه يى كمزوري وو ، هغوي خرڅ شول ، دوي خپل ايمان خپل ضمير ، خپل وجدان او پښتو هر څه تر پښو لاندې كړل. د كرزي صاحب سره چې په جمهوري رياست كښې په لس هاو پښتانه مشاورين ناست دي ، دوي څه وكړل ؟ آيا دوي كومه ورځ د تلفزيون په پرده ښكاره شول چې په ملي مسايلو خبرې او بحثونه وكړي ،؟ آيا دوي د پښتنو په سيمو د ړندو بمباريو يادونه وكړه ؟ آيا دوي په ښكاره ډول دا واقعيت نړۍ ته او ملت ته څرګند كړ چې واك په اقليت پورې له جنكي ډلو سره دى؟ آيا دوي په ښكاره ډول د حامد كرزي له موقف نه دفاع وكړه؟ څو ورځې د مخه حامد كرزي د س ان ان سره په مركه كښې په ډير شهامت او جرئت سره دا خبره وكړه چې پښتانه د حالاتو ښكار شوي دي ، په دوي باندې بمبارۍ شوي دي ،په دوي ظلم زياتى شوى دى. زما او د امريكى تر مينځ چې په روابطو كښې يو څه سوړوالى راغلى دى نو دا په همدې خبره راغلى چې ما ددغو بمباريو په مقابل كښې عكس العمل ښودلى دى. دا خبرې اوريدل شوي دي چې له حامد كرزي سره په جمهوري رياست كښې يو شمير پښتانه مشاورين شته چې اته كاله د مخه ورسره هيڅ هم نه وو ، اما نن د مال دولت او كورونو خاوندان شوي دي. دا مال دولت او دا كورونه يې له كومه كړل ؟آيا دا پيسې او دا كورونه يې د پښتون قام سره د خيانت له لارې نه دي پيدا كړي ؟ آيا دا پيسې او دا كورنونه يې له كرزي صاحب سره د جفا له لارې نه دي پيدا كړي دي؟ . خداى دى وكړي چې دا اوريدل شوې خبرې حقيقت ونه لري ، او كه حقيقت ولري نو دا ډيرډ بد كار دى ، دا خيانت دى ، دا يوه جفا ده. د پښتنو رښتيني او مخلص خدمتكاران محمد ګل بابا ، ستر الفت ، ستر حبيبي ، ستر خادم ، ستر بينوا ، ستر رشتين بابا ، ستر رشاد بابا ، خداى بخښلى ملنګ جان او داسې نور مشران د پيسو لپاره پښتو او پپښتانه خر څ نه كړل هغوي پښتون قام ته افتخارات وكټل ، هغوي پښتو ژبه د نړۍ د ژبو سياله كړه . هغوي د پښتنو كټې په نظر كښې ونيولى ، هغوي د پښتو ژبه ژوندۍ كړه.نن مونږ هغه شخصيتونه نه لرو ، نن پښتانه يتيمان دي. د حامد كرزي په حكومت کښې يو داسې شمير پښتانه وزيران او چارواكي هم شته چې د شمال د ټلوالى تر تاثير لاندې دي ، دوي حتى له هغه چپړاسي نه هم ويره كوي چې د شمال په ټلوالې پورې تعلق لري. حامد كرزي اته كاله د بيلابيلو سياسي ډلو سره سياسي معاملى وكړې او د هغوي هره خبره يى ومنله ، ددى كار څه نتيجه راووتله؟ ، اداري فساد ، د امنيت نشتوالى ، د مخدره موادو تجارت او قاچاق ! د حامد كرزي بد نامي ! دوه ورځې د مخه د بي بي سي له فارسي تلفزيوني خپرونې سره په يوه مركه كې ښاغلي محقق دا خبره وكړه چې دى د هزاره و حقوق غواړي او كومې وعدې چې حامد كرزي ورسره كړي هغه بايد سرته ورسوي . ښاغلي محقق يو ځل دا خبره هم كړى وه چې مونږ ته د حامد كرزي په حكومت كښې له خپل حق نه زيات حق را رسيدلى دى . دا يادونې مې ځكه وكړى چې په هيواد كې هر يو د خپل قوم د حقوقو په فكر كې دى. تاجكان په دولت كښې له خپل حق نه زيات حق حاصل كړى دى ، هزاره ورونو ته هم له خپل حق نه زيات حق رسيدلى دى بيا هم د كرزي نوم بد دى ، د كرزي حكومت بد نام دى. حامد كرزى تر فشار لاندې دى ، هغه په داخل كښې هم د جنګ سالارانو او زورمندانو تر فشار لاندې دى او د بين المللي ټولنې فشار هم ورباندې دى. آفرين ددى سړي چې دومره حوصله يى كړې ده. كه بل څوك وې نو يو كال هم پاتې كيداى نه شو . پښتون قام ولى له خپلو حقو څخه محروم دى ؟هوا دا ځكه چې ډير شمير پښتانه په خپلو حقوقو پسې سم نه ګرځي ، دوي چې په خيټه ماړه شي نو بيا د مړی خيې فارسي وايي.يو شمير پښتانه وزيران چې تلفزيوني مركې كوي او د تلفزيون په پرده ښكاره كيږي نو دومره په خپله ژبه خبرې نه كوي څومره چې يې په فارسي ژبه كوي . .د افغانستان جمهور رئيس په پښتو او دري دواړو ژبو برابر خبرې كوي اما دده زياتره پښتانه وزيران دا كار نه كوي. پښتو د افغانستان د خلكو د اكثريت ژبه ده ، دا ژبه بايد د پښتنو لخوا وپالل شي ، وويل شي او وليكل شي. دا يو مسوليت دى چې هر پښتون كه وزير دى ، كه رئيس دى ، كه والي دى ، كه سفير دى ، كه مدير دى ، كه ډاكټر دى ، كه انجنير دى ، كه تاجر دى او كه هر كاره دى ښايي چې په خپله ژبه ليكل وكړي ، بله چاره نشته. ارواښاد پوهاند رشتين ته يو وخت په كابل كښې د يو كاونډي هيواد سفير داسې ويلي وو . ته غواړې چې د افغانستان د فارسي ژبې پر ځاى پشتو چې يوه لهجه مروجه او رسمي كړى . ارواښاد پوهاند رشتين ورته په ځواب كښې داسې ويلي وو. د ژبو په برخه كښې ستا معلومات كمزوري دي ، ته غلط پوه كړاى شوى يې پښتو كومه لهجه نه ده دا د فارسي ژبې په شان يوه مهمه او ژوندۍ د افغانانو ژبه ده ،مونږ خپلې پښتو ژبې ته خدمت كوو ، دا ژبه د فارسي ژبې پر ځاى نه راولو بلكې ددى ژبې حق ادا كوو ځكه چې دى ژبې ته پخوا توجه نه ده شوې ، تاسې چې خپلې ژبې ته كار كوى ، دا ستاسې حق دى ، هيڅوك نه شي كولاى ستاسې مخه ونيسي ، مونږ هم خپلې ژبې ته خدمت كوو نو هچاته اجازه نه وركوو چې زمونږ مخه ونيسي. البته دا څرګندونې د ارواښاد پوهاند رشتين په خاطراتو كښې ليكل شوي ، دا خاطرات به كه ژوند ؤ نو په يو مناسب وخت كښې به د كتاب په شكل خپاره شي. پښتانه بايد د خپلو حقوقو د تر لاسه كولو لپاره په ټينګ عزم او اراده مبارزه وكړي . هيڅوك پښتون ته خپل حق نه وركوي ، دا حق كوم خيرات نه دى چې څوك يې پښتنو ته په ځولۍ كښې واچوي ، ددى حق د تر لاسه كولو لپاره كار او فعاليت په كار دى ، جد او جهد پكار دى ، مبارزه پكار ده ، خواري پكاره ده ، منډې تړلې پكار دى ، مينه او شوق پكار دى ، خلوص او صداقت پكار دى. نن چې كرزي صاحب وايي چې پښتانه ناحقه تباه كيږي ، نن چې كرزى صاحب وايي چې پښتانه د حالاتو ښكار شوي دي. د ديورند په دواړو خواو پښتانه وژل كيږي ، دا واقيعتونه دي ، په دى واقعيتونو باندې پښتانه پوهيږي . هغه پښتانه چې پوهيږي او بې تفاوته پاتې كيږي هغوى دى بايد پوه شي او بې تفاوته دى نه پاتې كيږي ځكه چې دا د پښتنو د سرنوشت مسئله ده ، دا د پښتنو د عزت مسئله ده دا د پښتنو د وجود او فنامسئله ده . ورك شوې فنا كيږې اى پښتونه له دنيا ځنې ولې ناخبره يې له خپل ځان او له دنيا ځنېوروسته خلك وړاندې شو همه واړه له تا ځنېته لا ويده پروت يې هيڅ خبر نه شوې له چا ځنې اوس څه كول پكار د\\ي ؟ هو ! پښتانه بايد د خپل پت او عزت ، د خپل وياړ او افتخار د ساتلو لپاره سره متحد شي ، يو موټی شي ، يو قوت شي او د ټولو مشكلاتو او ستونزو د مقابلې لپاره دى ، د مبارزې ميدان ته رووځي. د سياست ، فرهنګ ، علم ، اقتصاد په ميدانونو كښې د مبارزې وخت دى . دا د خبرو وخت نه دى ، دا د عمل وخت دىله نن نه 65 كاله پخوا ارواښاد پوهاند رشتين بابا داسې ويلي وو. د عمل دولت كه نه لري په لاس كښې په تش لاس به په بازار كښې څه سودا كاپه تش ډاډ د خولى تسل د هيچا نه شيننګيالى به هره چاره په رښتيا كاله خبرو سره مل چې عمل نه وي خوشى تشى د خولى ډوزې په هوا كاچې رشتين خادم څوك نه شى په ميدان كښېنو حاصله به په څه د خداى رضا كارشتين بابا 66 كاله د مخه د پښتنو د بيدارۍ لپاره خپل غږ پورته كړې او ورڅخه يې غوښتي دي چې له همت خه كار واخلي ، هغه داسې وخت ؤ چې پښتون ته به افغان غول ويل كيده. د همت توره تر ملا كړه ډير به ښه ويپرې حاصله مدعا كړه ډير به ښه وي نن چې وخت د علم و فضل د كمال دىپه هر علم ځان ملا كړه ډير به ښه ويپه خولى وايى چې پښتون يم پښتو پالمنو پرې ژبه دې كويا كړه ډير به ښه وي په رښتيا كه پښتو ته خدمتګار يېپه پښتو املا انشا كړه ډير به ښه ويد وطن په نام او ننګ او پښتو ژبهاى رشتينه ځان شيدا كړه ډير به ښه وينو راځې چې د رشتين بابا په پورتني شعر عمل وكړو. له چا نه كيله په كار نه ده . كيله له خپلو نه پكار ده ، كيله له ځان نه په كارده. راځې چې مونږ په خپل ځان كښې بدلون راولو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له ازبکستان نه د آډو په وتو سره به روسي ځواکونه هغه ونيسي", "output": "د ازبکستان له خاوري نه به د ا مریکایي اډو د وتو سره سم په نوموړو اډو کښي روسي ځواکونه ځای پر ځای شی د ازبکستان له خاوري نه به د ا مریکایي اډو د وتو سره سم په نوموړو اډو کښي روسي ځواکونه ځای پر ځای شی د روسیه یو ورځپاني نن داسي خبر خپور کړ چه د ازبکستان د دولت یو شمیر چارواکو چه نه یې غوښتل نومونه یې د مطبوعاتو په کرښو ولیکل شي ویلي دا اډې چه د ازبکستان په خاوره کښي د 2001 میلادي کال د سپتمبر له پیښو وروسته د امریکایي ځواکو له خواه په افغانستان کښي د طالبي حکومت د لمنځوړولو په موخه جوړي شوي وې تر 6 راتلونکو میاشتو به وتړل شي او په ځای به یې روسي سرتیري د یو میاشتي لپاره په دې اډو کښي ځای پر ځای شي . بله خواه د روسیه د دفاع وزارت یو چارواکي هم د نوموړي ورځپاني دا رپوت منلی دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عبدالله اوس دپښتنو له عکس ،نوم اوجامې نه ګټه اخلي", "output": "ډاکټر عبدالله ، چې د شمالي ټ� �والې فعال غړى او کانديد دى ، غواړي ، د پښتون له نوم ، عکس او جامې څخه په خپله ټاکنيزه مبارزه کې ګټه واخلي ، نو يې ځکه له ځينو عکسونو سره د ميرويس نيکه عکس لګولى ، په ځينو ځايونو کې يې لنګوټى وهلى او کندهارۍ خامک کړې غاړه جامې يې اغوستې دي او په ځينو ځايونو کې يې ځان پښتون او دکندهار معرفي کړى دى . ولس او په ځانګړې توګه پښتان په دې ښه پوهيږي او عبدالله له مخکې راهيسې په تمامه مانا پيژني، چې څوک دى ، نوموړى که اوس هر څومره ځان پښتون ، بې تعصبه ، مجاهد او مخلص معرفي کړي ، خو ولس ته يې تېرې لوبې او په پښتون قوم کړې نخرې معلومې دي . عبدالله د هغې ډلې فعال غړى دى ، چې څو کاله مخکې ددوى ډلې غړيو په غازي لوبغالي کې د ميرويس نيکه عکسونه څ ېرې کول ، خو اوس چې د رايې وخت راورسېد د قدرت د ترلاسه کولو لپاره دغه جناب ، پښتون هم شو او د ميرويس نيکه عکس يې هم له خپلو عکسونو سره ټينګ کړ . خو دا ټولو ته معلومه ده ، چې هغه لکه د مخکې په څېر به ټول عمر يواځې د خپلو پنجشيريو په چوپړ کې وي اود بل قوم به ترې خوله خوږه نشي ، دغه ټولې کړنې يې د نورو د تېروېستنې � �پاره دي او له ټاکنو وروسته به بيا دى وي او پنجشيريان ، بيا به نور قومونه ورته د خداى مخلوق نه ښکاري او او ځان به ددې خاورې واکداران بولي . هر پښتون چې دې مصنوعي پښتون شوي پنجشيري ته رايه ورکوي ، هغه دې هغه پښتون مامور ور په ياد کړي ، چې کله ډاکټر عبدالله د بهرنيو چارو وزير و، هلته يې په نام پښتانه مامورين پ� �ېنښودل او ټول يې په يوه او بله پلمه له وزراته ووېستل او پرځاى خپل قوميان مقرر کړل، اوس دغه پښتانه په کومو سترګو ددغه تن ملاتړ کوي او ده ته رايه ورکوي ، لومړى دې لږ سر په ګريوان کې ښکته کړي او بيا دې د ډاکټر عبدالله تېرې کړنې ورپه يادکړي او ورپسې دې د رايې اچولو جرئت وکړي ، چې وجدان يې اجازه ورکوي ؟ فکر نه کوم چې يو پښتون وجدان به دا کار وکړي پرځاى دې يو بل غوره کانديد وټاکي او دغه مغروره کانديد چې د ايران او هند د ډالرو پرې باران دى له ماتې سره مخ کړي ، چې بيا هيڅکله د کانديديدو زړه ونه کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امريكا سفير ندى ژوبل شوى", "output": "دا خبر ه په كابل كې د امريكا د سفارت وياند ښاغلى جو ميلوت وروسته له هغه وكړه چې له ننۍ چاودني څو شيبي وروسته داسي رپوټونه خپاره شول چې ګواكې د چاودني پر مهال په كابل كې د امريكا سفير رونالد نيومن هم په همدي كاروان كې وو. د امريكا د سفارت وياند وويل: د دوي څو تنه مامورين ژوبل شوي او د يو تن روغتيايي حالت يې د انديښي وړ دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کښي په ایډزویروس ۵۴ کسان ککړ دي", "output": "میرویس جلالزی : د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مشاور عبدالله فهیم تیره ورځ وویل چه دا شمیره له تیري یوي میاشتي راهیسي له دوپنځوس نه 54 ته ورسیده او کیدای شي چه دا شمیره به نوره هم وچته شي .چارواکي وایي په اچ ای وي ویروس د ککړو کسانو شمیره وروسته له هغه وچته شوه چه افغان کډوال له گاونډي ایران او پاکستان نه هیواد ته را مات شول .دا ناروغی ډیره وژونکې ده او وروستی نښي یې د کابل د ویني په مرکزي بانک کښي لیدل شوي دي .اچ ای وي ویروس د لمړي ځل لپاره په امریکې کښي د هم جنس بازو کسانو په منځ کښي ولیدل شو چه وروسته بیا په ډیر چټکي افریقې او اوس بیا خوار افغانستان ته هم رارسیدلې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ښاغلي عبدالباري جهاني يو بل اثر چاپ سو", "output": "خليل الله سروري- كندهار د خيام سرونه د پښتو په تال كي د هغه اثر نوم دي چي په دي وروستيو كي د ښاغلي جهاني لخوا وپښتو ته په منظوم ډول ژباړل سوي دي. د خيام رباعيات د نړي په تقريباً ۵۰ ژبو ژباړل سوي دي چى په پښتو كي ځينو نورو ښاغلو پخوا هم ژباړلي دي خو دښاغلي جهاني ژباړه ډيره روانه او د خيام ټول خيا ل په كښي ترسيم سوي دي . د خيام سرونه د پښتو په تال كي كتاب په كندهار كي دنارنج خپرندويه ټولني لخوا چاپ سوي دي نموړي كتاب چي د ښاغلي عبدالقديم پتيال پر سريزه برسيره څه كم ۳۰۰ څلوريزي ژباړل سوي چي په ۲۰۹ مخونو كي پرښكلي روغني كاغذ په رنګه صفحو كي چي تر ليكني لاندي په خام رنګه تابلو او په بل رنګ مناتوري راغلي چي د پښتو چاپ سوو كتابونو په اوسني مهال كي يوازني كتاب بلل كيداي سي چى په دومره ښكلي صحافت چاپ سوي دي . نارنج خپرندويه ټولنه و ښاغلي جهاني صاحب ته او بيا ټولو فرهنګيانو ته ددي كتاب د چاپ مباركي ور كوي د يادوي وړ ده چي پدي ورستيو ورځو كي دښاغلي جهاني دوه نور اثار (كوه طور او بګت كبير دپښتو په بڼ كي) هم دنارنج خپرندويه تولني له خوا چاپ سوي چى د مينه والو له خوا ډير ستايل سوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر افغان - اېران سرحد باندي نښته سوې", "output": "د افغانستان د كورنيو چارو وزارت خبر وركړ، چي د شنبې په ورځ د نيمروز په ولايت كي د افغان او اېراني سرحدي ځواكونو ترمنځ په يوه نښته كي يو افغان م ړ او دوه اېراني پوليس ټپيان سول.د كورنيو چارو وزارت وايي پېښه وروسته له هغه رامنځته سوه چي اېراني سرحدي پوليس د نيمروز ولايت د پل آبرېشم په سيمه كي د افغانستان خاوري ته را واووښتل او د افغان ځواكونو له غب� �ګون سره مخ سول.د نيمروز د پوليسو مشر جنرال ايوب بدخشي وايي په دغه نښته كي يو افغان كليوال معلم وژل سوى او دوه اېراني افسران ټپيان سول.اېران له افغانستان سره يوه اوږده پرته پوله لري چي په خلاصه پښه د نشيي م وادو د قاچاقبرو تګ او راتګ ورباندي كېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جغتو جريده هم پر ليکه شول", "output": "جغتو جريده دوردګوپه جغتوولسوالۍ کښي چاپيږي اود جغتو مدني او كلتوري بهير يو ازاده ، ناپېيلې ، کلتوري جريده ده چي هر ډول تاريخي ، کلتوري ، علمي او سياسي ليکني خپروي ددې جريدې مسول چلونکی محمد اسماعيل نويد او مرستيال ئې عبدالمتين عمري دي بېنوا پاڼه وياړي چي ورځ په ورځ ئې د رسنيو د ځينځر کړۍ يو په بل پسي اوږديږي چي دادې جغتو هم پکښي زياته شوه مينه وال ئې ليدو ته رابولو http://benawa.com/rasanay/jaghato"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلبنان جګړه او نړيوالې اندېښنې ( دحقيار ليکنه )", "output": "قاضي محمدحسن حقيار نړيوال ويني چې په منځني ختيځ کې دڅو اونيو راهيسې دجګړې اور نور هم ژبغړاندى شوى ديرغلګرو اسرائيلو په هوايي بمبار کې هره ورځ لسګونه ملکي لبنانيان وژل او ټپيان کېږي ښکلى او آباد هېواد يې نړول کېږي او سوځول کېږي ، فابريکې او کارځايونه يې ورته قصداً له منځه وړل کېږي ، هره ورځ له يوې ښکلې او زړه راښکونکې ودانۍ څخه داور لمبې پورته کېږي او د وينو لښتي بهېږي .اسرائيل نه يواځې په لبنان کې بې ګناه خلک وژني ، بلکې دڅو � �سيزو راهيسې يې دفلسطين په بې ګناه خلکو هم ځمکه سور تنور کړې او هره ورځ دفلسطيني ميندو او کوچنيانو دوژلو لپا� �ه دباروتو او اور نوې ډالۍ ورلېږي .همدا راز دلبنان دحزب الله توغندي هم داسې نه دي چې يواځې او يواځې نظامي اسرائيليان په نښه کولى و شي ،بلکې دهغوى توغنديو هم څه نا څه ملکي خلک وژلي دي . دادى اوس تق� �يباً مياشت پوره شوه چې داسرائيلو يرغلګر پوځونه دلبنان خاورې ته ورننوتي او توپونه او ټانکونه يې دلبنان په ښارونو او کليوکې ګزمې کوي خو نه ملګرو ملتونو او نه ددې ادارې دامنيت شورااو نه اسلامي کنفرانس کومه داسې � �غنده هڅه وکړه چې ترمخه يې سمدستي اوربند اعلان شوى واى ، په کار خو داوه چې تر هر چا وړاندې ملګرو ملتونو په دې اړه خپله دنده او مسؤوليت ترسره کړى واى ، له هر ډول ايديولوژيکي او مذهبي تبعيض څخه پرته يې پړه خوا نړيوالو ته ورپېژندلې واى او داور بند لپاره يې پرې هر ډول فشار راوستى واى او که هرې خوا دملګرو ملتونو او اس� �امي کنفرانس ناپييلې پرېکړې ته غاړه نه واى ايښې نو بايد چې ددې سازمان له تګلارې سره پرې دزور او فشار له هر ډول اغيزمنې لارې کار اخيستل شوى واى .ملګرو ملتونو او نړيوالو بايد اسرائيل پوښتلي واى چې له فلسطينيانو سره هغه کړى تړون يې ولې تر پښو لاندې کړ چې دملګرو ملتونو، دامريکا دمتحده ايالاتو اونورو په قضيه کې دلاس او اغيزلرونکيو اړخونو په هلو ځلو جوړ او عملي شو چې ترمخه يې داسرائيلي حکومت او فلسطيني دولت حدود او پولې مع� �ومې شوي ، دوى بايد اسرائيل تر فشار لاندې راوستي واى چې ولې يې هسې په کوچنۍ پلمه دفلسطيني حکومت پر حريم تېرى وکړ دغزې تړانګه يې بمبار او له فلسطينيانو څخه بېرته ونيوله . د فلسطيني حکومت لوړ پوړي چارواکي يې ونيول او دسولې پروسه يې له منځه ويوړه.اسرائيل او دهغوى ملاتړي بايد پر دې پوه شي چې که له دې ظلمونو څخه لاس وانخ� �ي نو مسئله دهغوى له اټکل څخه ډېره کړکيچنه کېدلى شي او ان چې ددريمې نړيوالو جګړو دپيل کېدلو شونتياوې هم پکې ليدل کېږي ځکه چې دنړۍ مسلمانان به په خپلو فلسطيني او لبنانيو ورونو داسرائيلو دا ظلمونه ونه زغمي او تر پايه به يواځې دنندارچيانو په توګه پاتې نه شي او کله چې متحده ايالات او بر تانيه داسرائيلو ترشاه ودرېږي او اسرائيل اردن او سوريې ته هم ګواښونه کوي او له څرګندونو يې داسې ښکاري چې پر دې دواړو هېوادونو يرغل او بريد ته هم چمتو والى نيسي نو هرو مرو ده چې هغه هېوادونه به هم چوپ نه کښېني او ايران ته به هم پر اسرائيلو دبريد لپاره ښه پلمه په لاس ورشي چې په دې صورت کې په متحده ايالات او برتانيه له خپل عادت سره سم دملګرو دامنيت شورا له نوم څخه هم ګټه اخلي او په عراق، افغانستان او پاکستان کې خوهسې هم دجګړې اور بل دى همداسې هر هېواد ځانته متحدين او دوستان لري او دناتو په څېر ډېر نظامي پاکتونه هم شته دي او دا ټول هغه اوريانټونه دي چې ديوې نړيوالې جګړې بوى ترې راځي .نو وړاندې تر دې چې خبره دې حدته ورسېږي اسرائيلو ته په کار ده چې سر په خپل ګريوان کې ښکته کړي او نړيوالو ته هم په کار ده چې داسرائيلو مست اس کابو کړي او دا زمينه برابره نه کړي چې خداى ج ناخواسته دځمکې په سر دلکونو او ان دميليونونو انسانانو وينې تويې شي ، اسرائيل بايد خپل حدود وپيژني په خپلو وسلو او پيسو مغرور نشي او په دې بايد پوه شي چې دوى له چاسره جګړه لري نو دا جګړه مذهبي بڼه لري او اسلام بيا جغرافيوي حدود او پولې په رسميت نه پېژني ، که دوى او ددوى ملاتړي اتومي ځواکونه دي نو مسلمانان هم له اتوم څخه بې برخې نه دي او ښايي ددوى کلک حريف ايران هم اوس اتوم جوړ کړى وي نو که دوى خپلو تېريو او دځمکو نيولوحرص ته پراختيا ورکړي ښايي په خپل لاس ځانته غم وکري . زموږ هيله داده چې دا جګړه په بېړني ډول پاى ته و� �سېږي او د بې ګناه انسانانو د وينو تويولو مخه ونيول شي د ابادۍ ځاى ورانى و نه نيسي ، جوړ ښارونه په کنډوا� �و بدل نه شي او دجنګ او جګړو ځاى سوله او ورورولي ونيسي . دهمدې ورځې په هيله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ته مې تماشه کوه", "output": "پرېږده چې ستي شم لولپه شمه ایره شمهته مې تماشه کوهاور شمه سکروټه شم لوګی شمه لمبه شمهته مې تماشه کوه پرېږده چې د خپل وجود ټوټی په خپله ووینمپرې چې د زړه ماتې آینې په خپله ووینمپرېږده چې بدرنګې زمانې په خپله ووینمپرېږده خپل سبا لره ویرجنه ترانه شمهته مې تماشه کوه پرې چې یو ځل بیا د غار او غر دور ته ورشمهپرېږده چې ګونګی شمه وخشي شم ځناور شمهپرېږده چې د خپل لرې ماضي ځني خبر شمه ووځم د وخت له حافظې نه افسانه شمهته مې تماشه کوه پرې چې د سپرلي د رنګینو پسې زړه واچومپرې د ماښامونو د ډیوو پسې زړه واچومپرېږده د سهر تازه وږمو پسې زړه واچومپرېږده چې لاهو د خپلو اوښکو په څپه شمه ته مې تماشه کوه پرېږده د ګلونو ماشومانو په ویر وژاړمپرې د خپلو کونډو یتیمانو په ویر وژاړمپري ددې بې وسو انسانانو په ویر وژاړمپرېږده چې خپل غم ته مې سندره شم ټپه شمهته مې تماشه کوه پرېږده چې د وران جومات منار ته خپه نیولی شمپرېږده شاړ ګودر سوي چنار ته خپله نیولی شمپرېږده مات منګی چلم ستار ته خپه نیولی شمپرېږده د کنډر وطن کنډرو ته دمه شمهته مې تماشه کوه پرې چې د وختونو قافلی راځني لاړې شيپرېږده چې د نن په سوچ کې شپې راځني لاړې شيپرېږده چې یواځې شم نشې را ځني لاړې شيپرېږده چې د ژوند د کشمکش لار کې ویده شمهته می تماشه کوهپرېږده د باروتو په لوګو کې انسان پټ ښه دیپرېږده د خپل بم په سرو لمبو کې انسان پټ ښه دیپرې د وخت په تورو ترږمو کې انسان پټ ښه دیپرېږده موړ د خپلې بربادې په تماشه شمهته مې تماشه کوه پرېږده که انسان دې انسان په وینو رنګ ښه ويپرې که د ادم بچي یو بل سره په جنګ ښه ويپرې که ستا اشرف المخلوقات داسي بدرنګ ښه ويبیا مې کړه ګنګی اشنا که تاته په ګیله شمهته مې تماشه کوه رباط سنګی هرات۰۷-۰۱-۲۰۱۰"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په انډونزيا کي مسلمانانو د خلافت غوښتنه وکړه", "output": "د انډونيزيا په پايتخت جاگارتا کي د يوي لويي غونډي په ترځ کي زرگونو کسانو د اسلامي خلافت غوښتنه وکړه.دا غونډه چي د التحرير د گوند په نوښت جوړه شوي وه گ� �ونوالو يي د يوه پريکړه ليک په ترڅ کي غوښتنه وکړه چي په دغه هيواد کي دي اسلامي خلافت جوړ شي. د ياد غونډي � �يري گډون والي ښځي وې او اسلامي خلافت يې د ټولو ستونزو د له منځ وړلو لپاره گټور نظام وباله.د التحرير د گوند غړي وايي چي دا په انډونزيا کي بې سارې غونډه وه چي پکي لږ تر لږه د يو لک په شاوخواکي کسانو گډون کړى وو. دا په داسي حال کي ده چي د التحرير گوند فعاليتونه په نورو هيوادونو کي منعه اعلان شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارجنتاین: یوه پلار له خپلې لور نه ۷ ماشومان لري", "output": "د ارجنتاین په هیواد کې یوه سړي له خپلې لور سره ناوړه جنسي اړیکي ټینګي کړي او ترینه اوه ماشومان لريقانون پوهان وایې چې دغه سړی ۶۷ کاله عمر لري او له خپلې لور سره له هغه محال راپدې خوا جنسي اړیکي لري چې یوازي د اتو کالو وه.د هغه لور اوس د ۳۵ کالو ده.د ارجنتاین قانون پوهان وایې چې اوس دوي په دې اړه تحقیق کوي چې دغه سړي له خپلو دوو نورو لو� �انو سره هم ناوړه جنسي اړیکي ټینګي کړي که څنګه.د دغه ۶۷ کلن سړي او د هغه د لور د ګډو اوو ماشومانو عم� �ونه د ۲ او ۱۹ کلونو تر منځ دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تصوف اوعرفان ،۲۰،برخه", "output": "تصوف اوعرفان ،۲۰،برخهعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،بسم الله الرحمن الرحيممحترمواسلامي وروڼوپه تېره برخه کښي ماوتاسي ته ددې خبري ذکرکړي ؤچي دطريقت اودسلوک په لاره کښي چي څوک سيراوسلوک کوي اومُريدوي نودغه مريدبايدپه شلوصفتوسره موصوف وي چي دهمدغوشلوصفتوله جملې څخه څلورصفتونه ماپه تېره برخه کښي درته بيان کړل په دغه برخه کښي له مذکوروصفتوڅخه يوتعدادنورصفتونه درته ذکرکوم چي بيان يې په دې ډول دۍ پنځم له دغوشلو صفتوڅخه تقوي ده مريدبايدپرهيزګاراوله الله جل جلاله څخه وېرېدونکۍ وي اوله حرامواوشبهَناکو شيانوڅخه بايدمُجْتنِبْ وي په خوراک اوچښاک اولباس اوجامه کښي بايد مُحتاط وي خوالبته په احتياط کښي له مبالغې اوله افراط څخه هم بايدکاروانخلي ځکه چي بيادوسواس په مرض اخته کيږي اوترڅوچي يې طاقت وي په عزېمت بايدعمل کونکۍ وي نه په رخصت ،اودطَهارت اودنِظافت بايدپوره خيال ساتي، مګرپه دې باره کښي هم بايدافراط ونکړي چي دوسوسي په مرض مبتلا نسي ،اودارنګه په ټولواحوالوکښي داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه هدايت باید نصب ا لعين وګرځوي چي( دَعْ مايُرِيْبُکَ الی مالايريبک)شپږمله دغوشلوصفتوڅخه چي دمريددپاره ضروردي صبردۍ،په شريعت کښي صبرپردرې قسمه دۍ،اول صبرپرطاعت اوعبادت دالله تعالی باندي، دوهم صبرله معصيت اوله ګناؤ څخه،دريم صبرپرمصېبتوباندي، په مريدکښي بايددغه درې سره قسمونه دصبرموجودوي، اوله دې سره سره مريدبايد دهغوټولوتقييداتواوپابنديوپرتابعداري باندي صبروکړي کومي چي دشيخ اومرشدله لوري وده ته په هغوۍ سره امرکيږي اوله شريعت سره موافقت لري،او که په يوه مرحله کښي په اساني سره صبرکول ورته ګران سي نوله تصبرڅخه دي کاراخلي اوپه تکلف سره دي صبرکوي چي په نتېجه کښي الله جل جلاله وده ته دصبرتوفيق ورکړي لکه چي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي (من تَصَبَّرَصَبّرهُ الله)اوم له دغوصفتوڅخه مجاهده ده مريدبايدهميشه په جهادحقيقي ،جهادکامِل اوپه جهاداکبرکښي کوم چي عبارت دۍله مخالفت څخه دخواهشاتودنفس اودشيطان مصروف وي ځکه چي نفس ترڅوچي دده دخواهش مطابق رفتارنه کيږي نودَيْ دډيرکمزوري وږي زمري په مثال دۍ چي په دغه وخت کښي دَيْ ددي توان نلري چي تاپه هلاکت کښي واچوي اوکله چي دده دخواهشاتوتابعداري وکړه سي نوبیا دي ديوه زوروراوچاغ زمري په مثال ګرځي اوستاپرهلاکولوباندي قدرت پيداکوي اوهلاکوي دي.والسلام ومن الله التوفيقپه دې اړه نوربيا."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لوړو زدکړو وزیر په حق ورسید", "output": "میرویس جلالزی دداودخا ن مرحوم د واکمنۍ د لوړو زدکړو وزیر پوهاند غلام صدیق محبي تیره شپه د ور پیښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي.نوم وړی د اپنډکس ناروغۍ له امله د ۸۶ کلونو په عمر په پیښور کې په حق رسیدلی دی. محبي چې د افغانستان د فزیک د پلار په نامه هم پیژندل کیده یو له هغو کسانوڅخه وو چې د کلونو کلونو لپاره یې د فزیک په برخه کې د کابل د پل تخنیک په پوهنتون کې زدکړي ورکړي. د نوموړي جنازه نن د سه شنبې په ورځ د پوځي څلور سوه بستریز روغتون څخه د هغه استوګني سیمي ته چې د پل ختنیک د پوهنتون د ښونکو په فامیلې کې موقیعت لري یوړل شوه او وروسته بیا په قرغه کې خاورو ته وسپارل شوه. پوهاند محبې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې زیږیدلی وو او خپلي لوړي زدکړې یې د کور دننه او له هیواد څخه بحر پای ته رسولي وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ارزګان کې يو امريکايي سرتېرى ووژل سو", "output": "غويى٧، ١٣٨٤ کابل: د ارزګان ولايت په دهراوت ولسوالۍ کې دسې شنبې په ورځ يو امريکايي سرتېرى د طالبانو په يوه غلچکي بريد کې ووژل سو. په بګرام کې د امريکا له پوځې اډې څخه يوه خبرپاڼه وايي چې دا سرتېرى هغه سخت ټپي سو چې دده د ګزمې پر ډله د دهراوت په شمال کې ناڅاپي بريد وسو او وروسته له هغه چې دى په تيرين کوټ کې د امريکايي پوځ سيمه ييزي اډې ته يوړل سو هلته يې ساه ورکړه. امريکا په افغانستان کې دمګړۍ ١٨٠٠٠ سرتېري لري چې ډېر يې د هېواد په سهيل او ختيځ کې د طالبانو او د القاعدې د غړو لټه کوي. په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري پر دولتي او بهرني ځواکونو بريدونه په پراخه کچه زيات سوي چې ډېرکارپوهان يې د ايستل سوي رژيم دجنګياليو يو ځل بيا رابرسېره کېدنه بولي چې د خلکو په منځ کې يې اندېښنې رامنځته کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د باليوود د ستورو افسانوي واده نن پاى ته رسيږي", "output": "دا واده وړمه ورځ د هند په ممبى تفريحي ښار کې د اميتابچن په کور کې د هغه د ۳۱ كلن زوي ابيشيك بچن او د ښکلا د پخوانۍ ملکې ايشورياراى تر منځ تر سره شو.كه څه هم خبريالانو ته په دې واده كې د عكس اخيستلو ا جازه نه وه وركړل شوي خو بيا هم د دي دوو سينمايي سترو په سلګونو مينه والو د هغوى د واده عكسونه د موبايل ټليفونونو په كمرو واخيستل. د واده دا مراسم د بچن له اوسني كور څخه پيل شول او د هغه په تفريحي ماڼۍ كې به پاى ته ورسيږي. د رپوټونو له مخې زوم بنګالۍ اوږدې جامې، سلوري لونګۍ او په خولۍ كې يې هم له جالۍ څخه ښكلي جوړ شوي ګل ټومبلي وو. كله چې زوم له خپل اوسني كور څخه د واده د مراسمو د ټاكلي ځاي په لور خوځېد، په زرګونو تنو هندي ځوانانو، ماشومانو او حتى بوډاګانو د هغه هركلى كاوه. دا واده چې د هند په تاريخ كې تر ټولو له لګښت څخه ډك واده بلل شوى نن د كابل په وخت د ماځيګر په څلورو بجو پاى ته رسيږي. كه څه هم دا دوه وتلي ستوري خپل هنري ژوند اوس په ګډ فاميلي ژوند بدلوي ليكن د دې واده له پيليدلو سره په افغانستان او پاكستان كې هم غوغا ګاني راپورته شوي دي. په سلګونو تنو پرون په پاكستان كې د خصوصي ټلويزيونو له چارواكو غوښتنه وكړه چې د ابيشيك بچن او اشوريا راى د واده د مراسمو ژوندى بهير يا خو خپور كړي او يا هم د هغوى فلمي ګډي سندري په مسلسله توګه خپرې كړي. په پلازمېنه كابل كې هم د جمعې له ورځي راهيسي د پېغلو نجونو تر منځ د ټليفونونو پيغامونه اوړ را اوړي چې پكې د دې واده د مباركۍ پيغامونه نغښتي دي. د هند سينمايي ستوري كه څه هم په افغانستان كې خورا ډېر مينه وال لري خو ډيري افغاني سنتي كورنۍ خپلو لورګانو او زامنو ته واك نه وركوي چې د هند د سينما فلمونه په ډاډه زړه او پوره خوند سره وګوري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ځواني", "output": "د سحار وږمې خورې خوږې ترخې شوېدلمر ورانګې په رخسار کږې وږې شوې شینکی خال یی په تندي لا ایښی نه وچی پیدا یی د نتکۍ،پیزوان کیسې شوې ما ته چا ویل چی ورشه خولګۍ ورکرهیارعادت شو جوړې نورې سلسلې شوې اوس یی څنګه په وفا او جفا پوه کرمعمر تیر � �و د ځوانۍ تیرې شېبې شوې ښه به دا وي چی یاري د ښکلو پرېږدمد رقیب سره روانې خولې په خولې شوې ما سره خو یی نا حقه دعوې نه کرې په خام مخ یی د ځوانۍ ښکاره دانې شوې زه به څنګه ورته وایم درنه ځار شمد هغه په تریو تندي ګنځې اوژدې شوې ما ته مه وایه چی خلاصه غیژه ورشهپر هغې غیژ کې پ� �دۍ غیژې تودې شوې څاڅکی څاڅکی چې د اوښکو جور دریا شولامبوزنې د ممتاز ګوډې نغمې � �وې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د « کمونيزم » څخه تر « ټروريزم » پورې", "output": "څلورمه سټره جګړه ښايې هيڅ پای ته ونه رسیږی ليکوا ل : ډاکټر نثار احمد « صمد »امريکا د خپل عروج په معاصر تاريخ کې څلورو سترو جګړو ته لاس اچولې دی يعنې لومړۍ نړيواله جګړه، دوهمه نړيواله جګړه، وروسته د شوروی اتحاد په وړاندې « سړه جګړه» او بالاخره دا څلورمه جګړه چې « د ټروريزم سره جنګ» نوميږی . لومړۍ دوې جګړې مخامخ لنډی جګړې وې چې سترې تباهۍ يـې پيښې کړې . خو « سړه جګړه» يوه مزمنه جګړه وه چې هدف يې د کمونيزم مخنيوي او د هغه ماته وه. هغه جنګ چې پنځوس کاله يې پايښت وکړ بالاخره د شوروی د سرټنبګۍ او حماقت په وجه چې هماغه پر افغانستان حمله او هلته را ګيريدل و، د امريکا په ګټه ختم سو. خو فعلي يعنې څلورمه جګړه د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر يوولسمه پر امريکا باندې د ټروريستي حملې راهيسې پيل سوې ده چې صرف څلور کاله يې تير سوي مګر تر اوسه لا ګټونکی او بايلونکی ندي مشخص سوی. دا جنګ چې د « يو طرفه ناتار» غوندې پر مخ ځي د « د څو کسانو» او « امپراطوريزه ځواک» تر مينځ روان دی. دا د « عقيدې» او « وسلې» جنګ دی. د يو لورې سره « معنوی» کومک او بل لوری سره « مادی» کومک جريان لری. يو لورې د دفاع او ځان ساتنې په هڅه کې دی حال دا چې بل لورې د شديد يرغل او ځپونکی هيبت څخه کار اخلی.که لږ شاته ولاړسو او د معاصر تاريخ څو فصلونه ولولو نو د امريکا په اړه به لاندينی څو ثابت حقايق ومومو: لومړی : ــ تاريخ ښودلې چې امريکا هيڅکله هم پداسې جګړه کې برخه نده اخيستې چې په مقابل کې يې برابر يا معادل غليم قرار لرلې وی. که وي نو هغه تر پرله پسې کمزوره کيدو وروسته پخپله د امريکا لخوا د ځان په وړاندې درول سويدی. لکه څنګه چې په لومړۍ او دوهمه نړيواله جګړه کې امريکا هله جګړې ته ورشامله سو ه کله چې جرمنی او ملګری يې ښه کمزوره او استهلاک سو ل . دوهم : ــ تاريخ ثابته کړې ده چې امريکا هيڅکله هم په آرامو شرايطو کې يو رښتيانې او باالقوه حريف ندی لرلې. ځکه شوروی اتحاد د خپل اوج پر مهال ځوانمرګ سو. دريم : ــ امريکا تر ننه هيڅ جګړه نده بايللې او د هر يرغليز جنګ څخه مؤفق راوتلې دی چې علت يې پورته ذکر سوي دي څلورمه : ــ امريکا هيڅکله هم د بهرني يرغل ياداخلي تلفاتو او تباهيو سره نده مخامخ سوی. ځکه د جغرافيايی پلوه هغه په يوه ليری او ګوښه سيمه کې پروت دی حال دا چې لومړۍ او دوهمې نړيوالې جګړې ټوله اروپا د اور په لمبو کې سوځوله خو امريکې يې ننداره کوله، همدا علت دی چې امريکا د نړۍ محفوظ هيواد او پر مخ تللې ځواک سو. د سپټمبر يوولسمه لومړنۍ ضربه ده چې د امريکا په دننه کې ورکول سوه او څه کم درې زره وګړې يې ووژل سول. رابه سو څلورمې سترې جګړې ته . شواهد ښئ چې په افغانستان او عراق کې راګير امريکايی پوځ د لويو ستونځو سره مخامخ دی. هغوی د افغانستان تر نيونې ډېر ژر وروسته پر عراق هم بريد وکړ او هلته يې هم « ګوډاګې رژيم» نصب کړ. ما بعده پلان يې پر ايران يا سوريې باندې حمله وه خو ورځني ترخه حقايق ښئی چې په افغانستان او عراق کې ايسار امريکايی پوځ « مابعده حملو» ته فرصت نلری او په اصطلاح نور سرونه نسی لانده کولاې. د امريکا لوي درستيز جنرال « ريچارډ مايرز» تيره مياشت په يو پټ راپور کې د امريکاې کانګريس ته وويل چې « په عراق او افغانستان کې راګير امريکايی پوځ د پلان له مخې نورې جګړې ژر نسی ګټلاې.» ده ويلې چې امريکايي پوځ فعلاْ په خورا بحرانی حالت کې دی.، د پينټاګون ويندوی د دی راپور په ارتباط وويل چې « موږ د جنګ په حال کې يو او زموږ پو ځ تر زيات فشار لاندې دی مګر دښمن به ماتوي.» ډيره د تعجب خبره خولا داده چې په ۲۰۰۳ کې د ټولو « تروريستی » پيښو شمير ( ۱۷۵) ته رسيدی حال دا چې په ۲۰۰۴ کې هغه د امريکې د ځپونکی شدت سره سره ( ۶۲۵) ته جګ سو چې دې پرمختګ امريکايی مورال نور هم وران کړيدی. بله جالبه لا دا چې د سي آی اې پخواني تحليګر او د خارجه وزرات د تروريستی مسايلو متخصص« ليری جانسن» ويلې چې خارجه وزيرې « کاندوليزارايس» نومورئ راپور د خپريدو څخه راګرځولې دی. د حيرانتيا ځاي دا دي چې د تروريستی حملو دا لوړ شمير د۱۹۸۵ راهيسې د « سوړ جنګ» تر ختميدو وروسته لوی ترين عدد ښئی چې ټول امريکايان يی په انديښنه کې اچولې دی. البته په عراق کې پر امريکايی عسکرو حملې پدې حساب کې ندی شاملې که څه هم چې بوش په اپريل کې عراق د تروريزم سره د جنګ « مرکزی جبهه» وباله. د بوش ادارې ويلې چې عراق ته د اسلامی جهاديانو ورتلل زموږ لپاره تردې چې د امريکاپه دننه کې مو د هغوي سره جنګ کاوه بهتر دی. خو د امريکې پر بهرنۍ پاليسی باندې ډېر ناقدين دغه کار د امريکا د عمل په مقابل کې عکس العمل بولی. کره کتونکی ادعا کوی چې پر عراق باندې په خاص ډول او پر افغانستان باندې په عام ډول د امريکا حمله او پوځي نيونه ښايي په نړۍ کې د امريکا پر ضد کرکه او جهادی ولولې کټ مټ هغسې را وپاروی لکه په ۱۹۸۰ لسيزه کې چې د شوروی نيونې په وړاندې اوج ته وروسيدې. دا چې نن د هرې سيمې څخه مسلمان ځوانان د ځان وژونکو حملو په خاطر عراق ته ور روان د ي سړی ته په اتيايمه لسيزه کې هغه کيسه ور په يادوي لکه د شوروی پر ضد چې له هرې خوا دغسې ځوانان افغانستان ته ور روان ول.په هر صورت، شواهد ښئی چې ممکن د تروريزم سره روان جنګ ډېر اوږد او نه ګټل کيدونکی وی وخت په سرعت سره ځغلی خو « مثبت پرمختګ» په هيڅ محاذ کې چندانې نه ښکاری. په افغانستان او عراق دواړو کې هره ورځ اشغالګر پوځيان، د ګوداګي رژيم اجيران او د هغوي مخالفان او بالاخره عوام پرله پسې وژل کيږي او بې ثباتي پر خپل حال پاته ده. د جون پر لسمه لاس انجلس ټايمز يو خورا جالب راپور خپور کړ چې په هغه کې يې د امريکا د عدليه وزارت له قوله ډاګيزه کړه چې د سپتمبر تر حملې شل مياشتې مخکې د سي آی اې يو لوړ چارې افسر هغه راپور قصداْ ( FBI) ته صادر نکړ چې د ۱۹ طياره تښتونکو له جملې نه دوه تنه يې امريکا ته داخل سوی وو تر څو ايف بې آیFBI هغوی تعقيب کړې او نيولې واې. د عدليې وزارت لوی پلټونکی « ګلن فاين» وايي چې که هغه مهال يعنې د ۲۰۰۰ په جنوری کې) د ( CIA) د«اسامه بن لادن د شعبې» مربوط افسر چې شفری نوم يې « جان» دی دغه راپور (FBI) ته ورکړ واې نو د دې څانګې افسرانو به ضرور په سان ډياګو کې دغه دوه کسه مابعده تښتونکی نيولي واې( چې نواف الحاضمی او خالد المهدر نوميدل او د متباقی ۱۷ تښتونکو سره مل سول.) او په دې توګه به دسپتمبر د يوولسمې د حملې مخنيوی سوی واې. خو دا چې ولې د ا راپور ايف بې آی ته ور نکول سو تر اوسه د راز خبره ده.فاين زياته کړه چې « دا خورا څرګند ه ناکامی ده چې هم د سلسله مراتبو او هم فردی پلوه ده.»اوس که پورته ټول بيان په اجمال سره تر ښه غور لاندې ونيسو نو په لنډه توګه ويلاې سو چې : اول ــ امريکا په ۱۹۸۹ کې د برلين د ديوال تر نړيدو وروسته کوم رسمی او باالقوه دښمن نه درلود تر څو خپلو پوځي او استخباراتي سترو بودجوته يې پايښت پسې ورکولاې . خو د څه مودې لپاره « مخدره مواد» او « بې ثباته نړۍ» د هغوي رسمي غوندې دښمن ګڼل کيدئ.دوهم ـــ واشنګټن د دې « مکرر و اخطارونو» سره سره چې مداخله ګره او امپراتوريزه بهرنۍ تګ لاره ښايي د امريکا په دننه کې « پس لګد» غوندې حمله رامنځته کړی، بيا هم د ۱۹۹۰ پر مهال په بهر خصوصاْ د منځني ختيځ په اسلامي هيوادو کې « د غالبوزو چرګنيي» راپاراوه. د (CIA ) يو لوړ چارې مستعفې افسر « مايکل شيور» ليکی چې « امريکا د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۵ ترمنځ موده کې ۱۷ پوځي عمليات کړی چې دا ټوله او هر يو يي د مسلمانانو پر ضد تر سره کړيدی.» دريم ــ د سترو بودجو او لويو صلاحيتونو د لرلو سره سره ( CIA ) او ( FBI) دواړه پخپلو دندو کې ناکامه راغلل او صرف ۱۹ کسانو د سپتمبر پر يوولسمه د امريکې پخپلو وسايلو يعنې ملکی الوتکو سره يوه داسې حمله پر وکړو چې امريکا هيڅکله هم نه خو ليدلې وه او نه يې هم تصور کولاې سو.څلورم ــ واشنګټن د خپلو دغو بې وسيو او ناکاميو د تحريف په خاطر د ئپتمبر د يوولسمې حمله د خپلې غلطی بهرنۍ تګ لارې پر ځاي هغه د امريکې پر « آزادۍ او ارزښتونو» باندې د « بې تهذيبه» نړۍ يو بريد وباله تر څو پدې پلمه سره «د تروريزم پر ضد جنګ» ته معقوله صبغه او حق په جانبه بڼه ورکړی. پنځم ــ « د تروريزم سره جنګ» پر افغانستانباندې يرغل او هلته د زرګونو ملکی وګړو وژل ظاهراْ موجه و ښود. دې کار د امرکا پر ضد کرکه زياته کړه حال دا چې د سپتمبر د يوولسمې د حملې اصلي شکمن اسامه بن لادن يې هم ونه موند. بل دا چې هلته د « رژيم بدلولو» په نتيجه کې يو داسې مختلط ګوډاګي رژيم نصب کړای سو چې زيات عناصر يې د مخدره موادو کار و باريان دی او دغه کار په اصطلاح « د تروريزم سره جنګ» نور هم د خنډ او خنډ سره مخامخ کړ.شپږم ــ همدغه « تروريزم پر ضد جګړې» د پرمختيا وو بهير عراق ته ورساوه او د بې بنسټه پلمو په جوړولو يې هلته هم خپل « ګوډاګي رژيم» نصب کړ او ځان يې په لويو ستونځو کې راونغښت چې اوس درييم سر نسی خيشتولاې .اوو م ـ د عراق بريد هره خوا د امريکا پر ضد کرکه او نفرت نور هم زيات کړ. په نتيجه کې ګورو چې عکس العمل د عمل سره متناسب روان دی. دغې حملې زيات بنسټ پالان په جنګياليو سره واړول او د هرې خوا څخه هلته ور وران دی يا دا چې په نورو سيمو کې د امريکې پر ضد عکس العمل ته لاس اچوي.نو ځکه نن د « تروريستي پيښو» شمير د ( ۱۷۵) څخه (۶۲۵) ته رسيږی .واشنګټن ښايي وروسته سوريه يا ايران هم په بې بنياده تورونو او پلمو سره تر ګوزار لاندې راولې چې دغسې کار به ضرور « څلورمه ستره جګړه» نوره هم اوږده او ناګټونکي کړی. اتـــم ـــ روانې پرمختياوي ښئی چې د عراق او افغانستان بيله قيد او شرطه نيونې له يوې خوا او د تروريزم پر ضد نه ختميدونکي جنګ هم له بلې خوا بايد ضرور نورې سترې پوځي او استخباراتي بودجې هم په بر کې ولری چې آن د کمونيزم په مقابل کې هم نه وې تخصيص سوی ( همدا نن نن په افغانستان او عراق کې د امريکا پوځي مصرف هر مياښت شپږنيم بليونه ډالره دی) روانې پرمختياوی ښئي چې دا بهير د نور خوځښت او ډيرښت په حال کې دی چې نړۍ يې يوې «مبهمې آيندې» ته روانه کړيده.نن موږ ګورو چې ظلم په ظلم او « ټروريزم » په «ټروريزم » سره وهل کيږي، « متمدنه نړۍ ؟ ! » او « بې تهذيبه نړۍ ؟! » يو بل ټکوي، د بدنامه او ډيکتاتورو يا ګوډاګيو رژيمونو پانکونکی ځواک «ډيموکراسی ؟ ! » تحميلوي، د اټومي بمونو ډيپو او استعمالونکی ځواک نړۍ « بې وسلې ؟ ! » کوي ، د بشری حقوقو پايمالونکی ځواک د «بشري حقوقو ؟ ! » ټيکه داری کوی، يرغلګر ځواک مستعمره هيوادو ته « آزادی ؟ ! » ورولی، او لنډه دا چې د ټروريزم شاربونکی راولاړيږي «ټروريزم ؟ ! » ختموی ! !امريکا او برتانيه په هوا کې توره وهي ځکه هغوي داسې « ټروريزم » ختموي چې تر ننه يې هم ندي تعريف کړې او نه يې هم د تعريفولو جراْت لری که نه هر څه به رسوا سی.هو، دا يو منل سوي اصل دی چې انسانان پيښو ته لوری ورکوی مګر نن ګورو چې پيښې اسنانانو ته لوری ورکوی او ځکه نو ښايي « څلورمه ستره جګړه» نه خو پاي ته ورسيږی او نه هم وګټل سی. اخځونه: ـ۱ – د انګلستان ګارډين ورځپاڼه، د ۲۰۰۵ د اپريل ۲۳۲ ټورنټو سن ورځپاڼه د ۲۰۰۴ د اګست لومړۍ نيټه۳ ـــ لاس انجلس تايمز، د ۲۰۰۵ د جون لسمه4 – Through our Enemie’s Eys, By: Michael Sheuer, USA, 20035 – www.commondream.org/views 05/04 26-286 –www.independent org/newsroom/article.asp/id7 – www.jang.com.pk/the news/may2005-daily د افغان رسالې / افغان پوست – له ۷۳ ګڼې څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنوبی کوريا د افغان طالبانو ځپلو ته سرتيري استوي", "output": "د جنوبي کوريا نوی دولت غواړي يو ځل بيا په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندي جگړې لپاره خپل يو شمير سرتيري د امريکې په واک کې و� �کړي .جنوبي کوريا تير کال شاوخوا 200 سرتيري په افغانستان کې درلودل چې له طالبانو سره تر يوو جوړ جاړي و� �وسته ېې له افغانستان څخه ويستل .طالبانو د جنوبې کوريا دولت ته ويلي وو هغه وخت به 21 تنه کوريايي يرغمل خو� �ي کړي چې خپل سرتيري له افغانستان څخه وباسي چې وروسته بيا همداسي وشول.که څه هم افغان دولت تر اوسه د امريکې او جنوبي کوريا په دې موافقې بی خبري ښيي خو طالبان هم تر اوسه په دې اړه رسمي دريځ نلري.امريکې ويلي د جنوبي کوريا دولت ژمنه کړي چې 700 تنه پوځي پوليس به د ولايتي بيارغوني ډلې په چوکاټ کې له وسلو او زغ� �والو گاډو سره افغانستان ته را وليږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ژبــــــــه : دانساني خصوصیاتو په یو ډیر مهم رول کي", "output": "پروردګارعالم د خپل رحمتونو په لړ کښي يوه غوښنه ټوټه چي د خولې په دننه کښي ځاى لري په داسي يوه فعاليت سره پيدا کړېده چي د انسان پېژندني د لومړى خصوصياتو څخه يو ډېر اهم رول اداء کوي سربېره په دې چي د غذايي موادو په سمون کښي د بدن د پرورش او هاضمي جهاز د پاره يو لړ سهوليات برابروي او د يوې ژرندي په حيث سره په خوله کښي د خوراکي م وادو اړول د خولې يوې او بلي خواته په ډېره آسانى سره سرته رسوي د خبري کولو په بارزه رول سره د انسانانو بېلوا� �ى د حيواني معاشرې څخه بېلوي.همدا ژبه چي پروردګارعالم و انسان ته بخښلې ده د ډېرو زېروحو په وجود کښي ديو فعال غړي په حيث کارکوي خو هغه څه چي انسان پرې ږغيږي په ډېرو نورو مخلوقاتو کښي يې نصيب نشته، کېداى شي په دې اړونده سوال پيدا شي او يا هم د عاقل انسان ذهن ته د موضوع د معلومولو د پاره و تحقيقاتي څېړني ته اړتيا و موندل شي چي ولي همدا ژبه په ټولو مخلوقاتوکښي د يوشان فعل په اجراء کښي پاتي راغلې ده؟د جواپ په هک� �ه بېل نظرونه شته. (١): هغه کسان چي په ماتريالستي عقيده سمبال دي دا موضوعدطبيعت په حواله مربوطه ساتي او د ويلو د پاره څه نه لري.او که وي هم هغه د طبيعت په نقص او کمبوداتو کښي شمېري. (٢): هغه ډله چي د علومو او ساينسي مضامينوپه چوکاټ کښي نغښتي دي داسي نظر لري.د انسان په تکاملي حالت سره اړه لري چي د ذهن په کارولويې خپل ځانته آسانتياوي برابري کړيدي داچي حيوانات د داسي کمال څخه بې برخي دي د تاريخي پړاو په تاثيرکښي د محکوميت انداز دى.(٣): يوه ډله د ژبي په کارولو کښي د خبرو کولو استعداد يوطبيعي حق او هغه ام تيازات ګڼي چي د مخلوقاتو په درجه بندى کښي ترينه کاراخيستل کېږي.(٤): آيديالستي هغه کسان دي چي موضوع د ا� �هي رحمت په چوکاټ کښي نغښتې بولي او دا سي عقيده لري دا د پروردګارعالم هغه رحم دى چي په اختصاصي ډول سره يې په انسانانو باندي پېرزوينه کړېده، طبيعت،تاريخي جبر،تکاملي پړاو اودهغه عواملوسره چي د يوه زېروح په ت� �کل کښي دخالت لري هيڅ اړيکي نه شي ساتلاى، دوى په دې ايمان دي چي مخلوقات زېږنده حالت لري او د نفسي خواهشاتو په ميدان کښي په عام ډول خپل موجوديت د مځکي پرمخ ساتي له همدې کبله رقابتي موضوعات او د ځان ساتني مشغولا د هر زېروح قبوله شوې فورموله ده. دا چي په طبيعت کښي د مخلوقاتو خلقيت په بېلو اشکالو سره منځ ته راځي او پخپل م نځونو کښي د بېلوالي نښي پرېږدي هغه مسئله ده چي بيا هم ديوې فعالي قووې د موجوديت په هکله د عقل خاوند ته دا په ګوته کوي چي د حق منل او د حق ويلو دنده په غاړه واخلي.له همدې کبله د ژبي په موجوديت کښي هم د هست او نېست م سئله دا خله کېداى شي په دې معنا چي د ګوياني ژبي موجوديت د باطلو افکارو او فضولو وينا و په تکرار سره د انسان علمي ارزښت ټيټ کوي دا چي ويونکى د علمي ارزښت نه محروم شو حتماًيې په جامعه کښي د شخص موجوديت منفي حالت غوره کړ او داسي فعاله ژبه بيا هم د حيواني مخلوق په قطار کښي د هغوى د ژبي هم رديف ګرځېدلاى شي چي دا د هست په حالت کښي د نېست حالت ثابت کوي.له همدې کبله ژبه د انساني معاشري په چوکاټ کښي د شخص، اجتماع، ټولني،او منطقې په ژوندي ساتلو او هېرولو کښي لوى رول لوبوي هغه کسان چي د ژبي په ګړولو کښي د علمي نظرياتو څرګندوني خپله دنده ګڼي د ژوندي حالت او فعال غړي په حيث دايم او قايم پاتي کيداى شي. که څه هم دا صلاحيت په انساني معاشره کښي � �وى خداى (ج) و ټولو انسانانو ته په مساويانه ډول ورکړيدى خو د فکري، نفسي او سياسي عقايدو چوکاټ په بېلو افرادو کښي بېل دى. له همدې کبله د ژبي بارزيت د مځکي پرمخ د انسانانو په کار او فعاليت پوري اړه پيدا کوي.هغه قومونه او سياسي پارټى چي د عقل او شعور په اساس دژوند تګلاره سمبالوي د خپل ژبي بارزيت او برتري په نورو ژبو باندي د جبر، رضا او ضروريا تو په څنګ کښي په متوازي ډول مخ ته بيايي او خپل شتون په نورو باندي مني. د نورو ژبو انعکاس په شعاع کښي راولي او ډېر ځله داسي کېږي چي دمحکومي ژبي انحلال ته زمينه مساعده شي او يا هم په خارجي � �فظونو سره پخپله ژبه کښي دخالت ته غاړه کښېږدي.انسانان چي د ضرورياتو د پوره کولو په خاطر اجتماعي قرار دادونو ته اړتيا لري د خپلي ژبي موجوديت هغه وخت په ښه حالت سره ساتلاى شي چي د علمي اساساتو ميدان پخپل حق کښي ژوندى و ساتي او يا هم د قدرت دروند والى يې خپل ځانته نصيب شي.علمي اساسات او انساني بنيادي ريفورم هيڅ کله داسي موضوعاتو ته ترجيح نه ورکوي چي غاصبانه افعال دقومونو په منځ کښي شيطاني عملکردونه ټينګ کړي ځکه انسان د بشري ټولني جز دى او د حيواني ټولني قوانينوته اجازت نه ورکوي چي په انساني جامعه کښي پياده شي.د م ځکي پرمخ منطقوي لهجې، آوازونه اود قومونو موجوديت نړۍ په ډېرو انسانو ژبو سره مخلوطه ساتلې ده او دا د يوه ژوندي انسان حق دى چي د خپل ماحول او چاپېريال په تاثر کښي هر هغه څه چي يې د وړوکوالي څخه زده کړيدي په خپ� �ي ژبي سره و وايي او پرې و ږغېږي.داسي هم کېداى شي چي د زمان او مکان په تغيراتو سره د يوه قوم ژبه خپل اصلي حالت څخه رجعت و کړي او د بلي ژبي په تاثير کښي و نغښتلې شي بېله دې چي دسياسي،عقيدوي او نژادي تفکراتو اغېزه پرې داخله شي ، په داسي صورت کښي د ګناه پېټى نشته ځکه د خپلي رائي او خپل خواهش په سيوري کښي تغير منل د هر شخص او قوم روښانه حق دى.خو په اجباري توګه د ژبي انحلال او يا هم د بارزي ژبي دخالت په نورو ژبو باندي د علمي دنيا دبنيادي ريفورمونو په خلاف عمل دى.زموږ په پلرني آزاد ټاټوبي افغانستان کښي چي د وينو په بدل راته پاتي شوى ميراث دى د پښتو ژبه د زرګونو کلونو په تاريخي موجوديت سره هغه پېژندل شوې لهجه ده چي تر نن ورځي پوري ژوندى ساتلې شوېده په ادبي ، کلتوري،فرهنګي او علمي ساحو کښي داسي برياوي لري چي ست� �ګي پرې نه شو پټي کولاى.کتابت او رسالت د کوشانيانو د دور څخه زموږ د پښتون قوم هغه ساتلى شوى دود دى چي تا� �يخي موزيم او د نړۍ لرغون پېژندني پوهان يې په ستاينه او تصديق کښي رسالې، کتابونه او مقالې لري، آرت او د نقاشى فن زموږ د وطن څخه د منځنى آسيا په لورکوچېدلى او د انساني معاشرې په جوړښت کښي يې و نورو قومونوته خپل تاريخي رسالت رسولى دى.له همدې وجهي چي دغير انساني عملکردونو سره يې خپل روابط شلولي دي د اجنبيانو او� �ر پسنده قومونو له خوا د حسد اوکينې په درلودلو سره په مبارزه د تاريخ په اوږدو کښي پاتي شويدى ځکه د انساني ژوند دښمنانو هيڅکله دا نه دي خوښ کړي چي د يوه سالم او بې غرضه ټولني شته والى پخپل څنګ کښي و زغم ي.خروشتي اوکوشاني خطونه د پښتنو د پښتو ژبي اصلي معيار دى خو په څنک ګښي يې د يوناني خط تاثير چي د يونانيانو په دور کښي د يرغل په ډول داخل شوى و دومره د يادوني وړ نه دى ځکه په دې خط سره موږ د نظر وړ ب� �ياوي او دست آوېزات نه شته. په اسلامي نظام کښي د عربي خط په ښکاره کېدلو سره د پښتنو دوديز رسم الخط په بل مخ نه دى اوښتى بلکه د خپلو پښتوحروفو په ساتلو سره لکه ( ڼ ، ږ، ډ، ټ، ځ ، ښ ) يې خپل موجوديت په زغرده ټينګ د� �ولى دى او د لفظونو داسي حروف يې نه دي پرې ايښي چي د پردي کښت زار دخالت ته لاره همواره کړي.پاتي شوه د لهجو او هغه اسمونو نومونه چي په بين المللي تجارتي ساحه کښي د نړۍ په موخه خلاص حالت لري او د غبرګون خاصيت يې منلى شويدى يو عام قانون دى چي د هري ژبي په منځ کښي خپل رول لوبوي او په حقيقت کښي داسي يوه ژبه نشته چي په سوچه ډول د يوه قوم نمايندګي وکړي دا په دې خاطرچي د نړۍ اړيکي نن ورځ د يوه کورنى د اړيکو سره په شباهت کښي ځاى په ځاى شويدي له همدې کبله په جهاني سويه کښي د ژبي اهميت او د هغې ساتنه په قانوني ډول محفوظه ګڼلې شوېده. په نړۍ کښي ډېري ژبي د انسانانو په موجوديت سره منځ ته راغلي وې چي د وخت او زمان د تقاضا سره نن ورځ د انسانانو په منځ کښي رايج نه دي او يايې خپل اصلي حالت ورک کړيدى يا خو په نورو ژبو کښي منحل شويدي او د خپل استقلاليت حالت نه لري او يا نن ورځ که موجودي هم وي د استعمال مورد يې ډېر لږ دى او يا هم د توجه سبب نه ګرځي.په تاريخي لحاظ سره د ژبو د طرزونو ساتل او د توجه سبب ډېر د اهميت وړ دى ځکه هغه تاريخي اسناد او � �واهد چي نن ورځ د باستان شناسى په سلسله کښي مطرح دي او يا هم د کيندلو له امله عرض وجود کوي د هغه خطونو په پېژندلو کښي ګټور ثابت کېږي کوم چي د داسي تاريخي اړونده ټوټو سره ملحق وي.د انساني علومو د ساتني په غرض د طباقاتي نظامونو د پېژندګلوى په حواله د انسانانو د قومونو او قبيلو د پېژند ګلوي په خاطر د ژبي د ويلو ساتندويي ډېره د اهميت وړ ده په دې خاطر څنګه چي ننني انسانان د تېر شوو انسانانو په اړونده معلومات غونډوي او د قضاوتونو تر لړى لاندي ورته تشريحات جوړوي دا په دې خاطر دي چي نن ورځ دهغې ژبي د ويلو کسان نشته کوم چي په تېرو زمانو کښي ژوندي وه او دا چي د خپل وخت د کتابت او رسالت په هکله يې څه پرې ايښي دي نن ورځ په حقاني سطح کښي ورته د معنا په لحاظ د قياس سطح په کار اچول کېږي له همدې کبله په جهاني سطح سره داسي يوه کمېټه منځ ته راغلې ده چي د نړۍ په هر ګوټ کښي انسانان بايد د خپل کلچر او ژبدود په حواله آزاد وي څو داسي تاريخي آثار چي د ميراث په توګه پاتي کېږي و راتلونکو نسلونو ته د ابهام په شکل پرې نږدي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حسنې مبارک: صدام حسين دي نه اعدامېږې", "output": "عبدالله پتمن/كابل د مصر ولسمشر حسنى مبارک خبردارى ورکړى که صدام حسين اعدام شې، نو په عراق کې به نوې وينې بهېدل پيل شې. او فرقه ييز تاوتريخوالې به زور واخلي. دا د عربې هيوادونو لومړى مشر دي چې داسې څرگندونې کوي، د نوموړې څرگندونې په مصرې ورڅپاڼو کې خپرې شوې دي. مبارک که څه هم د صدام له مخالفينو څخه وو خو د نوموړې له اعدام سره موافق نه دى. صدام څو ورځې وړاندې د يوې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو او د عراق لومړې وزير نورې المالکې ويلې چې صدام حسين ته اورول شوې سزا به د روان كال تر پايه پلې شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زرګونوخلکودپاکستان دولت له طالبانو سره تړون وغنده", "output": "دخوست ولايت ملمستوت په ودانۍ کې دخوست ټولوولسواليواواداري واحدونوخلکو اوقومي مشرانو يوی ستری غونډی دافغانستان اسلامي جمهوريت څخه دملاتړ اوملي ګټودساتني په موخه جوړه کړه دغونډي په سرکې مولوي سردارځدراڼ دپاک قران مبا� �ک اياتونوتلاوت کړل وروسته خوست والي ښاعلي ارسلاجمال وينا وکړه وي ويل خوست ولايت چې دلوي پکتيا دس� �تاج بلل کيږي اوهم دافغانستان لپاره يوه سياسي اوستراتيژيکه نقطه ده نوپه کارده چې مونږپه خوست ولايت کې دپخوا په شان غښتلي قومي خوځښت اويووالي تينګ وساتو اوهغه مکار دښمن پرنږدو چې هغه زما ستا دښه اوغوره ژوندم خالف دي ده خوست اوپه ټوله کې دلوي پکتيا ټول قومونه هغه غيور خلک وبلل چې تل يي دخق دلارې مبارزه کړي اوهغه دښمن ته اجازه نه ده ورکړي چې ددوي په ټولنه اوسېمه کې دبي اتفاقۍ اوبدبختۍ تخم وکري ده پخپلوخبروکې وويل چې دخوست کاميابي اويوالي دټول افغانستان کاميابي اوسرلوړي ده چې کولاي شو په ټول هيواد کې ددي لارې ډاډمن ام ن تامين کړواوهم دميشتوقومونوترميځ يووالي ژوندي وساتو ده غونډي ته راغلوکسانوته وويل چې دخوست سره په نيږدي قباييلي سېمه ميرانشاه اويوسشميرنوروسېمو کې راټول شوي ترهګراودوي ملګري غواړي چې زمونږپه هيواد کې خپلي راونې کړي جګړي ته دسپڅلي جګړي ياجهاد نوم ورکړي اودلته په سېمه کې دافغان دولت پرضد په نارواکړنولاس پوري کړي خوست والي همدارازوويل تاسي ويني چې زمونږمکاردښمن اوس وخت کې دعامه شتمنيوپه له مينځه وړلولاس پوري کړي چې غوره بلګې يي دښونځيواوکلينکونوسوزول اوله مينځه وړل دي . خوست والي په قومي مشرانو غږوکړچې په هيواد کې دولتي نظام تاسي پخپله جوړکړي نواوس راځې چې له خپل مشروع دولت سره خپله هرازهم کاري دامن اوټيکاوو په برخه کې ترسره کړو ترڅومودښمن په دي نه وي توانيدلي چې زمونږسره نيږدي کې نظامي اډي جوړي کړي ده ديني عالمانوته وويل چې دښمن داسي تبلغات کړي چې افغان دولت مدرسوسره هيڅ راز مرسته نه کوي اوياو� �ته په بده سترګه ګوري خومونږوينو چې افغان دولت په هرولايت اوسېمه کې له مدرسوسره مرسته کړي اوترڅ نګ افغان دولت په پام کې لرو په روان ٨٧کال کې ١٥ مدرسي نوري هم په خوست کې جوړي کړي څوپه دي سره ز م ونږبچيان ديني پوهه چې ترټولوورته لومړۍ ضرورت ده ترلاسه کړي وي بيا دسولی شورا مشرمولوي نصرالله قاسمي وينا وکړه ده افغان دولت له ديني عالمانوسره تربل هروخت زيات همکاراوملاتړي وباله اوهم يي سوله له خکومت سره په اوسني وخت کې يوضروري کاروباله بيا مرستيال والي طاهرخان صبري وينا وکړه اوخوست ميشتوقومونوترمينځ يي ياده غونډه درښتني يووالي لاره وښوده اوخوست ميشتي قومي خلک اوديني عالما يي دخلکولارښودنکې يادکړل چې دخپ� �ي ټولني اوديومکاردښمن په مقابيل کې يي نيکوکارونوته خلک اوولسونه رابللي وروسته په وارسره دولايتي شورا م رستيال ډاکترګل جميل حسيني ،دخوست شيخ زايدپوهنتون ريس دوکتورګل حسن والي زي ،دخوست دقومونوپيوستون شورا� �يس غازي نوازتڼي ،دخوست دقومونومرکزي شورا استازي محمدقيوم ،دقومونوپيوستون شورامرستيال ميرزمان صبري � �ومي مشرحاجی متي خان ،مولوي هاشمي مولوي اميرجان قومي مشرميرعباس اويوشميرنوروخبري وکړي اوژمنه وکړه چې دپخوا په شان به دخپل قومي لښکرپه توګه له خپلې خاوري اوحکومت څخه دسراومال په قربانولوسره دفاع کوي اوترڅ نګ وويل چې دخپلوقومي پريکړوپه بنيادبه دوښمن ته اجازه نه ورکوي چې په خوست وايالويه پکتياکې دقوم ونواوخلکوترميځ دبدبختۍ مرض خپورکړي اوهم يي عامه شتمنۍ ورلوټ اويايي خپل مشروع دولت پرضد په کوم ناوړه عمل لاس پوري کړي ناستعه په هيواد اوسېمه کې دتلپاتي سولی ددوعايي په و يلواويواووه ماديزپ� �يکړه ليک په صادرولوسره پاي ته ورسيده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هنګو د وژل شويو کسانوشميره ډيره شوه .", "output": "د پاکستان د صوبه سرحد د هنګو دپېښې د وژل شويو کسانو شميره تر ٣٥ تنو رسيدلې ده . دواړه لوري شيعيه ګان او سنيان يو بل ته په سنګرونو کې پراته دي او پر يو بل ډزې کوي . دولت په دغه سيمه کې ګرځبندي اعلان کړي ده . په سيمه کې تاوتريخوالي هغه وخت مخ په زياتيدو شو چې د پنجشنبې په ورځ دعاشورا د مراسمو په ترځ کې درې پرله پسې چاودنې رامينځ ته شوې. دغو چادونو د عاشورا د مراسمو ډير شمير ماتم کونکي مړه او ژوبل کړل .په دغه تاورتريخوالي کې د سيمې ډير شمير دکانونه سوي دي او د دواړو فرقو ترمينځ دشمني په ډيريدو ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سپین سترګی پاکستان او بې سترګي افغان طالبان", "output": "په سهیلي وزیریستان کې د پاکستان د پوځ له وروستیو فعالیتونو او په اړه یې د پاکستاني رسنیو له خبرونو او تبصیرو څخه اوس لکه لمر داسې روښانه شوه چې پاکستاني پوځي ادارې او استخبارت اوس هم د طالبانو ساتنه، پالنه او روزنه کوي. ولې په دې خبره کې د هیڅ شک او � �بهې له نه پاتیکیدو سره سره بیا هم د پښتنو په سیمو کې ډیر داسې خلک شته چې له طالبانو سره مستقیمه او غیري مست� �یمه مرسته کوي. د قاري زین الدین، چې په دې وروستیو کې ووژل شو، او د مولا ترکستان بیټني د ډلو له را څ� �ګندیو سره د پاکستاني ادارو دوه مخی سیاست هم ټولو خلکو ته ښکاره شو. هغه طالبان او ترهګر چې په افغانستان کې جګړه کوي د پاکستان په ښارونو کې له داسې کارتونو سره ګرځي چې عام بې وسه پاکستاني پولیس یې د درولو واک هم نه ل� �ي ولې هغه طالبان چې په دې حقیقت پوهه شوي چې د ستونزې اصلي جرړه پاکستان دی او پاکستاني پوځیان هم د امریکایي پوځیانو په څیر واجب القتل دي هغوی بیا په سمڅو کې هم ځای نه لري. هغه منافق پاکستاني دیني عالمان چې په پاکستان کې ځان مرګي بریدونه حرام ګڼي ولې په افغانستان کې یې هڅوي او د حلالیت فتواوې ورکوي خداي پاک په خپل غضب ککړ کړل او اوس د دین د اصلي پتنګانو له لاسه د ناستې ځای نه لري. یوې په لاهور کې د یو تنکي ځوان له خوا والوزول � �و او پاتې نور به یې خدای پاک ورته انجام ته ورسوي. له پاکستاني عالمانو ګیله هم بې ځایه ده ځکه چې دوی خو اول د انګریزانو او بیا د پاکستان له جوړیدو وروسته تل د استخباراتي ادارو په چوپړ کې دي. د دوی د جوماتونو په سل میترۍ کې چې په سینماګانو کې لوڅ لغړ فلمونه ښکاره کېږي هیڅ خبره نه ده ولې د دوی په اند په افغانستان کې ښوونځي ته د نجلۍ تګ هم حرام دی. د سړي ګیله کيږي له افغاني طالبانو او مولایانو چې دوی ولې خدای پاک داسې کاڼه او ړانده کړي دي چې هغه څه کوي چې مشرانو ته یې د پاکستاني استخبارتي ادارو چارواکي وایي. ډیر طالبان او د طالبانو پ� �ویان کیدای شي په دې باور وي چې که کرزي د امریکا، محقق د ایران او فهیم د روسیې غلامي کوي نو موږ ولې د یو اسلام ي هېواد پاکستان غلامي نشو کولای تر څو خپلې موخې او واک ته ورسیږو. ولې په نړۍ کې داسې هیڅ مرام، هدف او موخه دوم� �ه ارزښت نه لري چې د دښمن د غلامي په برکت یې ترلاسه کړي. د پاکستان له مرستې او ملاتړ پرته امریکا په سیمه کې درې میاشتې هم نشي تیرولای، نو د دغه ملاتړ او مرستې د غوڅولو لپاره باید مولا عمر، که رښتیا غواړي چې یو اسلامي نظام رامنځته کړي، د دې پرځای چې بیت الله مهسود افغانستان ته راوبلي هغه او نور پاکستاني طالبان باید وهڅوي چې د خپلو عملیاتو لمن په لاهور، کراچۍ، راولپینډۍ او اسلام اباد کې خپره کړي. افغاني طالبان باید ټول لاړ شي او د قبایلو په سیمو کې ځای پر ځای شي او هلته خپله شبکه او روزنیز مرکزونه پرانیزي تر څو امریکایي پوځیان دې ته اړ شي چې د دوی پرخلاف په پاکستان کې عملیات وکړي او کله چې دغه کار وشي بیا به لوبه بدله شي او سپین او تور به سلا جلا شي. که نه نو تر اخیره پورې خو پښتانه د افغاني طالبانو په سپینو جامو نشې غولیدلای او یوه ورځ به دا شعور پیدا کړي چې په سپینو جامو کې پټو تورو پنجابیانو ته په خپله سیمه او کلیو کې د شپې تیرولو ځای ورنه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دفارياب ولايت نوي والي اودامنيه قومندان په كار پيل ...", "output": "دجمهورريس ښاغلي حامد كرزي په منظوري همايون عيني دفارياب ولايت دوالي او جنرال خليل الله اندرابي ددي ولايت دامنيه قومندان په توګه څه موده مخكي تاكل سوي وو اوروسته له څو ورڅو نن ددي ولايت چارواكو ته ور و پيژندل سول ديولر ناتايد سوي خبرو په اساس ددي ولايت ځينو دپارلمان چارواكو د همايون عيني پر ټاكني چه پخوا دجميعت ګوند يو غري و نيوكي درلودلي چه د هغه معرفي كيدل تر اوسه پوري ځنډیدلي و مګر دهغوي ناندريو كوم ځاي و نه نيوه او نن دادي دولايت چارواكو ته په رسمي ډول ورو پيژندل سو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار هوايي ډګر په توغندي وویشتل شو", "output": "د کندهار هوايي ډګر د جمعې په ماښام په توغندي ویشتل شوی چې پکې یو ولسي وګړی وژل شوی او شپږ نور ژوبل دي. برید له ناڅرګند لوري شوی خو دا احتمال شته چې طالبانو کړی وي. په کندهار هوايي ډګر کې د کاناډا د پوځ یوه لوړ پوړي چاروکي د خپل نوم د نه اخیستلو په ش� �ط بینوا ویب پاڼي ته وویل چې برید د طالبانو له خوا شوی او تلفات ټول ولسي کسانو ته اوښتي. تر اوسه نور تفصیل په دې باب نه دی خپور شوی. دغه ډګر وخت ناوخت د طالبانو د بریدونو موخه ګرځي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لندن كي شپږ پرلپسې چاودني وشوې", "output": "د انګلستان په پلازمينه لندن كي تر مځكه لاندي د اورګاډو په لارو كي شپږ پر له پسې چاودني وشوې.د لندن پوليسو لومړى د ا دبرېښنا له امله و بللې د انګلستان په پلازمينه لندن كي تر مځكه لاندي د اورګاډو په لارو كي شپږ پر له پسې چاودني وشوې. د لندن پوليسو لومړى د ا دبرېښنا له امله و بللې خو د اتو صنعتي هيوادو په غونډه كي د انګلستان لومړي وزير په خورا خواشينې څېره و ويل چي دا تروريستي بريدونه وو، ده غونډه پرېښوده او په منډه د برتانيې د وزيرانو بېړنۍ غونډي ته روان شو. د اروپايي ټولني عدلي چارو مشر و ويل: چي ترهګرو يو ځل بيا د اروپا زړه ته لاره پيدا كړه،موږ بايد د دوى مخنيوى وكړو. د فرانسې ولسمشر ژاك شيرك و ويل: برتانيه چي هر ډومرسته غواړي موږ تيار يو، تر اوسه لا د دې چاودونو په اړه جزئيات نه دي څرګند. ويل كېږي چي تر اوسه شپږ تنه وژل شوي او گڼ شمېر ټپيان دي. د لندن زياتره روغتونونو بېړنى حالت ښوولى نور ناروغان نه مني، يوازي يې وارډونه د پېښي ټپيانو ته ځانګړي كړي دي. او شاوخوا ټول ټيليفوني سيستم هم زيانمن شوى دى. د ښار په سړكونو كي امبولانسونه ليدل كېږي،بسونه هم درېدلي او څوك سفر نه پكښي كوي ځكه چي يو بس هم چاودېدلى دى. پوليسو خلګوته بېله اړتيا څخه د نه سفر كولو امر كړى دى . نور جزئيات به وروسته خپاره سي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "لکه سپرغې چې په لمبه کې اوسي يوه تلوسه زماپه زړه کې اوسي دميخاني لاربه مې پرېښوه خو ديارتصويرهره پياله کې اوسي تريخ انتظاردى دنهيلو شېبو هم په غزل هم په ټپه کې اوسي کلونه تېرشول خو څوک نه پوهېږي چې څوک زمادخيال په غره کې اوسي ستادښکلاسپينې کوترې راشي دشنه جومات په مناره کې اوسي هغه له ژونده مروره ښکلا زمادخيال ددښت وږمه کې اوسي درپسې ژاړي مې پردېس خوبونه ستادوصا ل په تلوسه کې اوسي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ولسي جرګې په ناسته کې پر امنيت خبرې وشوې.", "output": "د افغانستان د ولسي جرګې ناسته پس له دوو اونيو رخصتيو وروسته نن جوړه شوه او په کې دهېواد د امنيت مسله راولاړه شوه . پرونۍ ناسته ونه شوه او په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې تول غړي په دې سلا شول چې امنيتي مسئلې دې په کې په پوره او بشپړه توګه وڅيړل شي.د هېواد امنيتې وضعه په دې وروستيو کې مخ په خرابيدو ده او يو شمير وسله وال او ځانمرګي بريدونه ترسره شوي چې د ټول هېوادوالو اندېښنې يې راپارولي دي. د ملى دفاع وزارت وايې د هېواد سهيل ته يې نوي ځواکونه استولي او ټينګ امنيتي تد ابير يې د نويو امنيتي پوستو په جوړولو سره زيات کړي دي. د دفاع وزارت وياند وايى ځانمرګي بريدونه د مخالفاتو کمزوري ده .دى وايې په دې اړوند يې د استخبارتي ډلو دروزلو کار پيل کړىدى.د ولسي جرګې په غونډه کې وويل شول چې هر وکيل کولاى شي دځان دساتلو له پاره يو ساتونکۍ له ځان سره ولري او د وکيلانو له پاره د تګ او راتګ په موخه د موټرو د پيرودنې خبره هم وشوه،چې دټولو وکيلانو د تائيد وړ وګرزيده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بينوا خپل لوستونکي د رهين مخدوم پر ليکنه پوښتي !", "output": "ګرانو لوستونکو لاندي مطلب د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د باختر اژانس چي د همدې وزارت پوري تړلی اورګان دی په خپله انټرنټ پاڼه کښي د بېنوا پاني د هغه ليکني په جواب کښي خپورکړی چي ((مخدوم رهين افغانستان ته نړيوال شرم واړاوه )) دا مضمون موږ کټ مټ را کاپي کوو او ټولو افغانانو او دملي احساس خاوندانو ته بلنه ورکوي چي د دواړ و ليکنو د لوستلو وروسته دي د ريفرنډم له مخي نوموړې موضوع په اصولي شکل ارزيابي کړي نه په احساساتي توګه د باختر اژانس د پاڼي څخه : دسو نى نيګم په پرو ګرام كى دبى نظمى مسول د اطلاعا تو، فر هنګ اود ګر ځندوى وزارت نه دى يوى انترنتى صفحى (سايت) ديو مطلب په خپر ولو سره چى په هيڅ صورت د تو جيه وړ نه دى او له حقيقت څخه په لرى او مغر ضا نه كلمو سره ليكل شويدى دپراخ هيواد هندو ستان د محبوب هنر مند سو نى نيګم دكنسرت سا زمان وركول چى د خلكو د ګڼى ګو ڼى له ا مله دپرو ګرام د بنديدو سبب شو داطلا عا تو، فر هنګ او ګر ځندوى په وزير پورى اړوند بللى دى.په داسى حال كى چى د كنسرت دپرو ګرام له پيل څخه يوه اوونى مخكى امنيتى اور ګا نو نو ژمنه كړى وه چى د كنسرت د ور كولو په دورا ن كى امنيتى حالت په بشپړه تو ګه تر كنترول لا ندى ونيسى.هغه مطلب چى دغه سايت په دى وروستيو وختو كى خپور كړى دى په بشپړه تو ګه د شخصى عقدو اودمغرضا نه او تو بو تو زيږنده دى اود سو نى نيګم په كنسرت كى د بى نظمى او اړودوړ په با ب د اطلاعاتو ، فرهنګ او ګر ځندوى په وزير باندى دتور لګولو په اړوند هيڅ را ز بنسټ او اساس نلرى بلكى له يوى خندونكى اد عا او له ماشو ما نه درواغو پر ته بل څه نه دى ځكه ژور ناليزم حكم كوى چى په شخص باندى دتور لګولو په صورت كى دى بايد په سندو نو او مداركو باندى تكيه وشى له نيكه مرغه د اطلا عا تو ، فرهنګ او ګرځندوى وزارت دهغو كسا نو پو چو اعتراضو نو ته چى رو حى ناروغى لرى او له تفر قى اچولو او پر ديو ته له خد مت پرته بل كار نلرى ، غوږ نه ږدى او په دى پو هيږى چى دپر ديو له خوا روزل شوى طفيليا ن ددى ملت دبىشرمي سبب دى او د هيوادد ودا نولو او خلكو ته د خد مت په لاره كى پښى يى ګوډيږى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا له عراق څخه نور عسکر هم باسي", "output": "وروسته له هغه چي د پنجشنبې په ماښام جمهور رئيس بوش امريکايي ولس ته په وينا کي له عراق څخه د امريکايي پوځيانو د مشروطه وتلو خبر ورکړ، د دفاع وزير رابرټ ګيټس وايي ښايي د دغو پوځيانو شمېر تر هغه ډېر سي چي جمهور رئيس بوش يې خبر ورکړى دئ.بوش وويل که په عراق کي وضع سمه سي ښايي تر را روان دوبي پوري د عراق له ١٦٠ زره پوځيانو څخه ٣٠ زره کسان وباسي، خو د دفاع وزير وايي شايد د ٢٠٠٨ کال تر پايه په عراق کي د امريکايي پوځيانو شمېر ١٠٠ زره کسانو ته راټيټ کړل سي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رباني : د طالبانو په وړاندې نه جنګيږم", "output": "د شمالي ټلوالې او د جميعت دډلې مشر برهاندا� �دين له ترکي ژبې ورځپاڼې واکنيټ سره منلې چې د شمالي ټلوالې ځينو مشرانو له طالبانو سره ليدلي ، خو دا نه مني چې په خپله ده ورسره کتلي دي .ربانى په دې مرکه کې چې ايرنا پرې رپوټ برابر کړى دى وايي ،کابل ته د طالبانو د ننوتو پر مهال به د هغوى په وړاندې ونه جنګيږي . نوموړي څرګنده کړې په هغه صورت کې چې طالبان د چارو واګې په لاس کې واخلي اود خلکو پر وژلو لاس پورې کړي او د اسلام پر خلاف عمل وکړي نوورسره وبه جنګيږي . د ده په وينا کابل ته دننوتو پرمهال طالبان بايد د ټولو افغاني ډلو ملاتړ ترلاسه کړي ،له دې پرته به ستونزمنه ه وي چې کابل ته ننوزي .رباني د ناټو د ځواکونو د کړو وړو په هکله ويلي د ناټو ځواکونوپه لومړيو کې ښه کړه وړه درلودل ، د خلکو د مالي ښه والي او ښوونځيو له پاره يې فعاليتو درلودل، خو وروسته د ناټود کړوړو تګ لوري بدلون وموند ، مرکزي دولت ناوړو کسانو ته وسپارل شو او د ناټو ځواکونو د اسلام دين او د افغانستان د فرهنګ په وړاندې کړه وړه پيل کړ� �، چې ددغه لړۍ په پاى کې د افغانستان خلک له ناټو څخه خوښ نه دي او اوس د دې غوښتونکي دي چې امريکا او ناټو يې له خاورې ووزي .ربانې د القاعده د ډلې د کړو په وړو په اړوند ويلي ، القاعده د روسانو پر وړاندې د افغانستان د جهاد پر مهال په ځانګړې توګه له هغو عربانو څخه جوړه شوې وه ، چې د افغانستان د ژغورنې په موخه دغه هېواد ته راغلي وو او د روسانو په وړاندې جګړه کې يې د افغانانو مرسته کوله .د نوموړي په وينا د روسانو له وتو وروسته اړين نه وه چې القاعده د افغانستان په مسئلو کې ځان شکيل کړي . رباني چې په خپله اسامه بن لادن پيږي د نوموړي په هکله ويلي لادن له افغانستان سره مسئله نه لري ،دهغه موخه د امريکا له مينځه وړل دي . ربانې دغه څرګندونې ترکيې ته د خپل سفر پرمهال کړې دي او ټاکل شوې ده نوموړى د اسلامي هېوادونو دملي انديښنې د پوهانو په نړيواله ناسته کې چې د � �اتلونکې شنبې او يکشنبې په ورځو کې استانبول کې جوړيدونکې ده ، برخه واخلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل هوايي ډګر کې بله پېښه", "output": "د ١٣٨٣ د کب ٨ کابل : نن ( شنبه ) د کابل په هوايي ډګر کې هغه مهال يوه بله پېښه وشوه چې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يوه بار وړونکې الوتکه د کوزيدو پر وخت د کنترول له برج سره ولګيده . د ايساف وياند په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د دې پېښې له امله زيان نه دی اوښتی . تيره مياشت د کابل په هوايي ډګر کې تر کوزيدو وړاندې د کام ايير يوه بويينګ الوتکه په غرونو کې ولويده چې ١٠٤ کسان يې ووژل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مشرف : دالقاعدۀ يو شميرلوړپوړي چارواکي وژل شوي", "output": "د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف پس له اونيو چوپتيا وروسته پرون د پاکستان په شمال غربي سيمه کې د قبائلي مشرانو په ناسته کې وويل چې په باجوړ کې د امريکا په راکتي بريد کې ٥ تنه بهرنيان وژل شوي چې يو يې د القاعدۀ د دويم جګ پوړي کس ايمن الظواهري يو نيږدې خپل دى او يو بل يې هغه سړى دى چې امريکايان يې په لټه کې وواود سر بيه ٥ ميليون ډالر جايزه وه.مشرف ويلي شک کېده،چې الظواهرى به د القاعدۀ دنوروشکمنوپه ګډون د باجوړ د ماښام په ميلمستيا کې وي .اما پاکستاني چارواکو اعلان کړه چې الظواهري په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کړې او پر ځاى يې خپل مرستيال ليږلۍ دى.اسوشيتد پرس ته د پاکستان اطلاعاتى چارواکو ويلي مدهات مورسي السيد عمر او عبدالرحمن المغربى وژل شوي کسان دي . المغربي د الظواهرى نيږدې خپل او زوم دى.همداشان پاکستانى چارواکو ويلي چې د وژل شويو پلويانودغه پنځه تنه مړي په ناڅرګند ځاى کې خښ کړي دي.٥٢ کلن مصري عمر د چاودېدونکو توکو او بم جوړولو کارپوه دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دعلامه رشاد بابا د كتابتون ليږد", "output": "دعلامه رشاد بابا كتابتون چي د ۷۰۰۰ ټوكو په شاو خوا كى كتابونه او دهغه تر څنګ د بيلابيلو مجلو ، جريدو او ورځپاڼو كليكسنونه ورسره مله دي له كابل څخه خليل الله سروري –كندهار دعلامه رشاد بابا كتابتون چي د ۷۰۰۰ ټوكو په شاو خوا كى كتابونه او دهغه تر څنګ د بيلابيلو مجلو ، جريدو او ورځپاڼو كليكسنونه ورسره مله دي د خوندي كولو او عامه ګټي په نيت له كابل څخه د چنګاښ د مياشتي پر ۱۴ نيټه چي د جولاي د مياشتي ددريمي نيټي سره سمون لري كندهار ته راوليږدول سو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ميدان ښار کې دڅارويوددرملنې مرکزجوړيږي", "output": "اېمل، ميدان ښار، ١٠ وږی:دميدان وردګوولايت په مرکز(ميدان ښار)کې دڅارويوددرملنې لپاره يوکلينک جوړيږي. دميدانوردګوولايت دفرهنګي څانګې دمعلوماتو له مخې،دغه کلينک په څه کم يوجريب ځمکه کې دميدانوردګوولايت لپاره دترکيې ولايتي بيارغونې ډلې لخواديونيم لک امريکائي ډالرو په لګښت جوړيږي.دجوړونې چارې يې ديوه هېوادني شرکت لخوا چې(فوشنج ودانيز)نوميږي ترسره کيږي.ددغې څانګې مسوولين وايي،چې دنوموړي کلينک دجوړښت چارې به دواورې ترورښته پورې بشپړې شي.دوی وايي،چې نوموړی کلينک اووه کوټې لري اوټول سيسټم به يې پرعصري وسايلو سمبال وي.او دناروغيو دمعاينې لپاره به يومجهزڅېړنتون(لابراتوار) هم ولري. دميدانوردګوولايت والي الحاج عبدالجبارنعيمي،دنوموړي مرکزدبنسټ ايښودنې پرمهال وويل(( موږدميدانوردګوولايت دبيارغونې لپاره کلک هوډ کړی دی،ولوکه هرڅومره ستونزې مومخې ته راشي،خودبياروغونې په وړاندې به خنډ ونشي ګرځېدای)).دميدانوردګوولايت دبيارغونې ډلې مشرهکان اباجي وويل((ددغسې مرکزونوجوړول به په ولسواليوکې هم پيل کوو)).ديادونې دوړ ده چې په ميدان وردګوولايت کې له څه مهاله راهيسې امنيتي ستونزې راپيداشوي خو دبيارغونې چارې يې دتېر په څېر روانې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هایټي: د امریکا د بهرنیو چارو وزیره پلازمینې پروتوپرنس ته ورسیده", "output": "میرویس جلالزی د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټون په یوه اعلام شوي سفر د هایتي مرکز پروتوپرنس ته ورسیده. میرمن کلینټون له هایټي سره یو ځل بیا د امریکا د قوي مرستو ژمنه تازه کړه. هغې په لومړي سر کې د هایټي له جمهور ریس سره وکتل او وروسته یې له زلزله ځپلو یو شمیر سیمو څخه وکتل او د پیښې له زخمیانو سره یې هم په یوه روغتون کې ملاقات وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هایټي والو ته یې ډاده ورکړ چې تاسو به د امریکا په مرسته په ډیره قوي توګه له ناورین څخه وایتسل شۍ. د ملګرو ملتونو سازمان وایې چې دغې زلزلې په ملیاردونوډالره مالي ځیان اړولی دی. په دغه زلزله کې د لومړنیو وړاندوینو پر اساس له ۱۰۰ زرو څخه تر ۲۰۰ پوري کسان وژل شوي دي. د هایټي حکومت وایې چې تر اوسه پوري یې شاوخوا ۵۰ زره مړي په ډلیزو قبرونو کې خښ کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکندهار په ځينو سيمو کي فوځي عمليات روان دي", "output": "هغه ګډفوځى عمليات چې نن سهار د کندهاد ژړې او پنجوايى ولسواليو کې د ملى اردو ، پوليسو او ائيتلافى ځواکونو له لوري دطالب جنګياليو پر ضد پيل شوى لاهم روان دي . کندهار کې د پوليسو مشر جنرال عزيز احمدخان وردګ بينوا سره ددغو عملياتو پخلۍ وکړاو زياته يې کړه چې دمرګ او ژوبلې په اړوند يې تر دم ګړۍ رپوټ نه لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرار کرار", "output": "د عشق دردمي زړګی خوري کرار کرارد ژوند وني مي رېبي کرار ک� �ار يو مي هِجرلړمون خوړين کړ په غمونوبل رقيب اور پاروي کرار کرار د پردو له خونرېزېيو مُساپر سومجوړ کورګی مي ورانوي کرار کرار هم دا خپلو غدا� �انو مي زړه شين کړپه ټول قوم نقاق شيندي کرار کرار پر هېڅ مَلْک مي ارام نسته له بې� �تونهسرې لمبې مي سوځوي کرار کرار ګوندي زه هم د« يعقوب » په درد اخته يم فراق سترګي ړندوي کرار کرار طبيبان مي درمانده سوه له عِلاجهد ژوند ورځي مي شمېري کرارکرا� � لکه وباسي مجنون له کلي، کورهما هم خپل، پردي شړي کرارکرار د زړګي پر هامون اور د خومار بل دیساقي تش جام شرنګوي کرار کرار د خزان په چور ګلان د بڼ رژيږيټول ياران داسي رهي کرارکرار د رنګو په بازار ګډ مه سه هارونه !هر هر � �نګ ځان بدلوي کرار کرار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زابل : پنځه تنه وسلوال طالبان وژل سوي دي", "output": "په زابل ولايت كي امنتي چارواكو خبر وركړ چي پنځه تنه وسلوال طالبان چي په ماينونو ښخولو بوخت وه د ايتلافي ځواكونو په هوايي بريد كي وژل سوي دي چي د طالبانو يو مشهور قوماندان هم پكښي وژل سوي دي .په زابل ولايت كي پنځه تنه وسلوال طالبان چي په ماينونو ښخولو بوخت وه د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كي ووژل سوه د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي بينوا ته وويل چې دغو طالبانو د کلات ښار اړوند د مغليزو په سيمه کې د کابل - کندهار پر لويه لارتېره شپه ماين ځای پر ځای کاوه ، چې د ايتلاف هوايي ځواکونو له خوا ووژل سوه . فراهي زياته کړه چې په وژل شويو طالبانو کې د مولانا په نوم د دوى يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دی . فراهي وايي چې طالبانو د خپلو ملګرو جسدونه له ځان سره وړي دي . تر دي مهاله وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مرستې څه ډول وکارول سې ؟", "output": "مرستې څه ډول وکارول سې ؟ مرسته کول چې په هر شکل سره وې دا د انسانې کرامت ېوه مهمه بېلګه ده .دا ځکه چې د انسانې ټولنې بنسټ په خپل ذات کې ېو دبل پر مرسته کولو ولاړ دې .دغه اصل په هغه حقیقت پورې تړلې دې چې هېڅ انسان د ځانه پوره ندې او دې په خپل ټول ژوند کې محتاجه مخلوق دې . که ېو سړې د ېوه شې خاوند وې بېا بل شې په لاس کې نلرې او مجبوره دې چې هغه د بل چا څخه په لاس راوړې . ېعنې په ټولنه کې هرو مرو ېو انسان و بل انسان ته محتاجه وې. دمرسته کولو په پروسه کې دوه جانبه ( مرستته کونکې او مرسته غوښتونکې) شتون لرې .مرسته کول � �ول ډول شکلونه لرې .دا مرسته کېداې سې چې په عمومې توګه د ېوه محتاجه سړې د ژوندانه په معنوې ېا مادې برخې پو� �ې اړه ولرې . ېا ېو سړې کولاې سې د بل چا سره په معنوې ېا مادې برخه کې مرسته وکړې . په هر صورت هر سړې چې د هر ډول م� �ستې توان ولرې باېد هغه د بل محتاجه سړې څخه ونه سپموې . په هره ټولنه کې چې د مرستې کولو روحېه وده کړېوې ، هرو مرو هغه ټولنه د ژوندانه په ټولو برخو کې په ډېره چټکې سره مخ په وړاندې تللې ده . برخلاف ، په هغې ټولنې کې چې دا روحېه ضعېفه وې ، په هغه اندازه د ژوند ټولې چارې ېې مخ په کښته روانې دې او خلګ ېې د ډول ډول کړاونو سره لاس او ګرېوان وې دمرستو مهم ډولونه :لمړې -معنوې م رستې : داډول مرستې د انسان د ژوندانه په پوهنې او روزنې پورې تړلې دې .دوهم – مادې مرستې داهغه مرستې دې چې د انسان مادې ژوند ورسره تړاو لرې . د مرستو رسولو طرېقې :لمړې – په وړېا توګه : وړېا مرسته ښه ده ، خو تاوان ېې دادې چې د مرسته غوښتونکې د ضرورت په اندازه نه وې . بل داچې د وړېا مرستې اغېزمنتوب کم وې او دټاکلې هدف د پاره نه کارول کېږې .لنډه داچې ددې ډول مرستو په لاسته راوړلو کې نه لاس تڼاکې کېږې او نه تندې خولې کېږې . نو هغه مرسته چې د لاس په تڼاکو او د تندې په خولو لاسته نه وې راغلې ، د هغو څخه هدفمند کار نه اخیستل کېږې . دلته ېوه خبره ډېره مهمه ده او هغه داچې که چېرې مرسته د ټولنېز هدف د پاره وې او په هغې کې کومه شخصې ګټه په نظر کې نېولې سوې نوې ، نودا مرسته باېد په وړېاتوګه وې لکه دښونځېو ، دلارو او پلونو ،روغتونونو جوړول اوداسې نور.دوهم – د پېسو په بدل کې: داډول مرستې ډېرې اغېزه ناکې دې او هغه په دې خاطر چې مرسته غوښتونکې مک� �ف دې چې د لاسته راوېستلې مرستې په مقابل کې ېو څه بېرته و مرسته ورکونکې ته ورکړې . یعنې د مرسته ورکونکې او م� �سته غوښتونکې تر مېنځ مکلفېت وجود لرې .همدغه مکلفېت دې چې مرسته غوښتونکې دې خبرې ته اړباسې چې مرسته د ټاکلې هدف په لاسته راوړو کې وکاروې، تر څو د مرسته ورکونکې په وړاندې خپل مکلفېت تر سره کړې . مشخص وړاندېز:لمړې :هغه مرستې چې د دوستو هېوادونو د خوا څخه د ګران هېواد د بېا ابادول په خاطر هېوادته راغلې او ېا راځې ، داټولې پېسۍ دهېچا شخصې پېسې ندې او نه باېد هغه د شخصې ګټو د پاره وکارول سې . لمړې هغه باېد په عامه پ� �وژوکې ولګولې سې او په دوهم قدم کې باېد داپېسې و خصوصې سکتور ته د پور په ډول ورکړه سې نه په وړېا توګه .ح کومتې اړوند ارګانونه مکلفېت لرې چې ددې پېسو او مرستو د پاره مسلکې او مسؤل ارګانونه اېجاد کړې چې ددغو م� �ستودقانونمنده کارولو دپاره قانونې چوکاټونه جوړ کړې او دپېسو د راکړې ورکړې دپاره منظم او با قاعده طرزالعملونه موجود وېکه چېرې دا کار صورت ونه نیسې ، نو که د دنېا ټول هېوادونه ټوله مرستندوېه سې او خپله ټوله هستې زموږ په واک کې راکړې ، داټولې پېسې او مرستې به و شخصې جېبونو ته ځې . نه به زموږ هېواد اباد سې او نه به دا بېو زلې او غرېبې ورکه سې دوهم : هغه ملې شتمن چې د مرسته کولو مالې او معنوې توانمندې لرې ، باېد د خپل ملې مسؤلېت د سرته رسولو په خاطر د وطن په ابادولو کې پانګه اچونه وکړې او حکومت ددوې د پانګې اچونې د کا� �ولو او مصؤنېت پوره قانونې چوګاټ جوړ کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بی ځایه ټولتاکنی او بی ځایه مصرفونه", "output": "د ټولتاکنو څخه مخکی می د ټولتاکنو خبرونه او لیکنی په ډیر شوق او مینی سره لوستل او فکر به می کولو چی په دي وران او ویجاړ او ۳۰ کالن جنګ ځپلی هیواد به هم پسرلی راشي، افغانان په خوښۍ ټولتاکنو کی برخه واخلی او د خپلی خوښی ولسمشر به وټاکی کوم به چی جنګ، ظلم، ستم، او زور ته د پای ټکی کیږدی او دا وران او ویجاړ هیواد به راجوړ کړی،او افغانان به په سوله او سوکالۍ ژوند وکړي، لیکن بده مرغه ټولتاکنی وشوی او نتیجه یی په نشت حساب ده، ددی لپاره چی د خپلی موضوع نه لری لار نشو خپلی موضوع ته داخلیږو، پدی تیرو ټولتاکنو او کمباینونو شوی مصرفون که حساب کړو نومیلیونونو میلیونونو افغانیو ته رسیږی کوم چی د هری نګاه نه ناروا دی، که همدا پیسی په افغانانو ویشل شوی وی نو شاهد که کال نه نو څو میاشتی خو به په ګیډه ماړه وای، لیکن د بده مرغه دغه پیسی بی ځایه او بی نتیجه مصرف شوی، او اوس هو لا داسی هم ویل کیږی چی ټولتاکنی دوهم پړاو ته وځی او یا به یو ایتلافی حکومت جوړی شی، چی پدی دواړو کی هم افغانانو هم افغانستان او هم یی تاریخ او جغرافی ته ضرر دی کوم چی په لاندی ډول بیانوم: ۱- که ټولټاکنی دوهم پړاو ته وځی نو بیا به پری څومره پیسی مصرفیږی او دا پیسی د افغانستان په بودیجه مستقیم تاثیر لری، او سبا همدا زما او ستا نه بیرته ویستل کیږی، بیا به پری د څومره افغانانو پزی او غوږونه پری کیږی، په دوهم پړاو کی به خلک کاندید ته رای نه بلکی ژبی ته به رای ورکوی کوم چی د ژبنی تعصب سبب ګرځی او داسی نور.. ۲- که یو ایتلافی حکومت مینځ ته راشی په کوم چی ایران ډیر زور اچوی، نو ډاکتر عبدالله عبدالله به په یو وزارت اکتفا ونکړی نو څو وزارته به اخلی او بنځه وزارته خو لا د مخه هزاروو جر کړی دی، او همداسی جنرال دوستم، مارشال فهیم، مجددی او داسی نور هم په څلورو یا پنځو وزارتونو قناعت نکوی، او پښتانه به ځبل وطن کی لکه د میلمنو د تاجیک، هزاره او ازبک د لاس لاندی شبی ورځی سبا کوی . ۳- د جغرافی له نګاه نه ځکه آفغانستان ته خطر دی ،داسی ویل کیږی چی که ددوی زور ته ورسی نو افعانستان شمالی ولایتونه به افغانستان څخه جدا کړی او یو بل هیواد په جوړ کړی او دا کیداشی د ایران مفکوره هم وی. ۴- د تاریخ له نګاه هم افغانستان ته خطر دی ځکه دافغانستان تول ملی قهرمانان به د تاریخ د صفحو څخه وغورځوی او پرځای به خپل جنګ سالاران د تاریخ په صفحو کی سفت کړی، داسی خو لا د مخه ویل شوی دی که دوی کامیاب شی نو د پیسو په نوټونو به د مسعود عکسونه چاپ کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخپلواکۍ ورځ په پرتمینو نمانځنو وویاړل شوه.", "output": "نن دزمري دمیاشتې ٢٨ چې له انگریزانو څخه دباتورو افغانانو دخپلواکۍ دبیرته اخیستو د ٨٧ کلیزې سره برابره ده، دغه ورځ د کابل په غازي لوبغاړي کې دولسمشر کرزي او گڼ شمیر دولتي چارواکو په وړاندې دیو لړ مراسمو په ترسره کولو سره ولمانځل شوه. دلمانځنې مراسم سهار په نهو بجو پیل شوه او په یوولسو بجو پای ته ورسیده په سر کې ولسمشر کرزي ددې ورځې داخیستو په اړه دویاړنیو افغانانو ته درنښت وړاندې کړ او هفه کسانو ته یې په خبرو کې نغوته وکړه چې ددې هیواد سوله له گواښ سره مخ کوي ولسمشر وویل دا ډول کسان به هیڅک� �ه خپلو موخو ته ونه رسیږي ولسمشر ځوانانو ته وویل دهیواد دښیرازه کولو راز په پوهنه کې نغښتی ځوانانو ته یې وویل چې دپوهنې په ترلاسه کولو کې ورسره ژمن پاتې شي. وروسته دملي اردو سرتیرو له لوژ څخه دتیریدو او خپلو مشران ته داحترام دوړاندې کولو نمانځنه وکړه. بیا دپوهنې تنکیو زده کړیالو گامونه دلوژ له مخې تیر کړل او ورپسې گڼو ټبرونو او میشتو قومونو خپل قومي لمانځنې وکړې. غونډې ته گڼ شمیر کابلي ښاریان هم ورغوښتل شوي وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پكتيا او خوست لاره خلاصه سوه", "output": "د پكتيا او خوست ولايتونو ترمنځ لاره چي نن د ترافيكو پر مخ د واوري د رالوېدو له امله بنده وه، تر غرمې وروسته خلاصه سوه.د يوه بل خبر له مخي د � �كايتونو د اورېدو د كميسون مشر اسدالله وفا او د قومونو په چارو كي سالاكار وزير شهزاده مسعود چي نن پكتيا و� �ايت ته تللي وه، د دغه ولايت د قومي مشرانو او دولتي چارواكو سره يې ليدنه كړې ده.د پكتيا د والي وياند روح الله سمون بېنوا ويب ته وويل، چي قومي مشرانو ورغلي پلاوي ته وړانديز وكړ چي له طالب وسله والو سره بايد د جګړې پر ځاى خبري وسي او هغوى له دولت سره همكارۍ ته راوكاږل سي.همدا راز قومي مشرانو د پكتيا له والي جمعه خان همدرد څخه خوښي څرګنده كړه او ويې ويل چي په تيرو شپږو كالو كي لومړنى والي دى چي له دوى سره په همږغي د و� �ايت چاري پر مخ بيايي او دغه ولايت ته يې د دولتي لوړ پوړو چارواكو پام ور اړولى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "گلاب منگل نه دی گوښه شوی،گورډن بروان هلمند ته را روان دی", "output": "گلاب منگل ته ور نژدې س� �چینو هغه خبر بي اساسه وبلل چی گواکی نوموړی له خپلې دندي گوښه شوی دی .آه خوا د بريټانیا لومړی وزیر گور� �ن بروان هلمند ته په لار دی . براون به په هلمند کی له والي ، بریټانوي سرتیرو او سپینږیرو سره خبر ي وکړي. سرچینی د بروان د سفر نور جزيات د امنیتي ملحوظاتو له مخي ور نه کړل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په نيمروز کې بمبارۍ شوي دي", "output": "په نيمروز ولايت کې تر ديرشو ډيروسلوال طالبان وژل شوي دي ويل چې کيږي چې په وژل شووکې د طالب جنګياليو درې قومندانان هم شامل دي.دا پيښه د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالې کې شويده او په هکله يې دا د ولايت والي غلام دستګير ازاد وايې دا وسلوال طالبان چې شميره يې ت� �پنځه ديرشو پوري رسيږي هغه مهال د نړيوالو په هوايې بمباريو کې ووژل شول چې د بريدونو لپاره يې تيارۍ نيوي.ازاد وايې چې پدي وژل شوو کې د طالبانو درې قومندانان چې يوي ملا داود بل يې ملا عبدالمنان او ملا رحمت ا� �له نوميږي هم شته دي.دوي وايې چې دا طالبانو ډير ستر ستر قومندانان ول. دا د وژل شوو کسانو په هک� �ه راپورونه واېي چې په وژل شوو کې بهرني اورپکي هم شته دي، والې ازاد هم دا خبري مني خو وايې چې ډيري وژل شوي کسان سوزيدلي دي او په اسانه سره يې پيژندګلو نه کيږي،د سيمي يو شمير ځايې او سيد ونکي دا مني چې په بمباريو کې طالبان وژل شوي دي.خو دام وايې چې شپږو تنو ملکي وګړو هم پکي خپل ژوند له لاسه وکړۍ دۍ.غلام دستګير هم د شپږو ملکيانو د وژني خبره منلي ده،د دغو بمباريو په هکله د نړيوالو ځواکونو لخوا په خپاره شوي پاڼه کې ويل شويدي چې پدي بمباريو کې څو تنه طالبان وژل شوي او څوتنه يې نيول شويدي..وړاندي وايې چې نښته هغه مهال رام ينځ ته شوه چې ځواکونه يې د يوه طالب قومندان په لټه کي وو چې بريد پي وشو،دپاڼي له قوله بيا په ځوابي ډزو او هوايې بمباريو کې طالبانو ياده شوي مرګ ژوبله واوښته .وړاندي وايې چې د طالبانو له پڼن ځايونو نه يوشم ير وسلي چاوديدونکي توکي او مهمات هم تر لاسه کړي او په هغي ځايې له مينځۀ وړي دي.که څه هم افغان حکومت نيږدي ټول وژل شوي وسلوال طالبان ياده وي.خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خبريالانو ته ويلي دي چې پدي بم باريو کې د دوي څوګ ندي وژل شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست : روزنتون سره مرسته وشوه .", "output": "دخوست دکاراوټولنيزوچارورياست سره دولايتي بيارغوني ډلي يا پي ارټي لخوا ديوه اندازه خوراکي اوغيري خوراکي توکومرسته وشوه. په دغوتوکوکې چې ٥٠بوجۍ ٥کيلويي اوړه ، ٥٠بوجۍ ٥کيلويي وريجې ، ٥٠بوجۍ ٥کيلويي لوبيا،يوبنډل کمپلې ،٣٠کيلو غواړي ،٢٢٠درسي بکسونه، د١٠٠په شاوخواکې راډيوګانې ،اويوشميرنورقرطاسيه توکې وو دخوست دکاراوټولنېزوچاروريس ميرزمان نری وايي چې دوي دامهال په روزنتون کې د٣٠٠ په شاوخواکې ياتيم ماشومان لري چې دوي داوخت په ښارکې دتوکودبيولوړيداله امله ديوشمي� �زياتوستونزوسره لاس ګيروان دي ميرزمان نري واي چې که دولايتي بياغوني ډلي ورسره دماشومانولپاره دتداوۍ يوروغتيايي مرکزدجوړيدااوهم دغذايي موادودورکړي په برخه کې مرسته ترسره کړه دابه په دروزنتون او وړکتون دواړوکې دشته ياتيم ماشومانو يوه اندازه ستونزي ورحل کړي. دده په خبره چې دوي ددي ترڅنګ ديوجنراتوراوڅلوروکمپيوټرونوچې ددوي دفتراوماشومانودلوم ړنيوزدکړو ډيري ستونزي ورحل کولي شي په برخه کې هم ستونزي لري ده دمعيوبينو ستونزي هم يادي کړي چې بايد دحل لپا� �ه ورته کم وزنه امساکاني اوهم بيسکلونه ورکړاي شي کوم چې معيوبين وروڼه به له يوځاي څخه بل ځاي ته دتګ او راتګ په وخت کې ګټه پورته کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فایننشل ټایمز: کرزی د بریالي توب په لاره کې", "output": "فایننشل ټایمز: کرزی د بریالي توب په � �اره کې سرچینه: فایننشل ټایمزورځپاڼهژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د فایننشل ټایمز و� �ځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان ولسمشریزو انتخاباتو په اړه یوه مطلب خپور کړی او په دغه مطلب کې یې هغه اړخونه را اخیستي دي چې کوم یو کاندید کولای شي په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې تر نورو مخکې شي. ورځپاڼې دغه مطلب ته ((کرزی د بریالي توب په لاره کې)) تر نامه لاندي عنوان ورکړی او لیکي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له پیل شوې سیالۍ څخه د یو شمیر مقتدرو او د خلکو تر منځ د څه نا څه محبوبو کاندیدانو وتلو، په دغو ټاکنو کې حامد کرزي ته د بریالي توب چانس ور په ب� �خه کړ. ورځپاڼه لیکي چې له دغو سیالیو څخه دکورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالی، ګل آغا شیرزي او انوارالحق احدي وتل د دې لامل شول چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د حامد کرزي لاره هواره کړي.فایننشل ټایمز � �یکي چې اوس د کرزي پر وړاندي دوه څه نا څه د نورو په پرتله غښتلي کاندیدان موجود دي چې یو یې ډاکټر عبدالله عبدالله او دوهم یې هم ډاکټر اشرف غني احمدزی دی. ورځپاڼه لیکي چې که څه هم حامد کرزي مار� �ال محمد قسیم فهیم چې په یوه جنګ سالار پیژندل کیږي د خپل لومړي مرستیال په توګه وټاکل او د کرزي د دغه کار پر وړاندي پراخې نیوکې را بر سیره شوي خو له بل لوري هغه وتوانید چې په خپل دغه انتخاب سره د داکټرعبدالله عبدالله د سیمې ډیر خلک په دې چې فهیم یې له ځان سره نیولي د ځان په ګټه وکاروي. فایننشل ټایمز و� �ځپاڼه لیکي چې د کرزي بل عمده رقیب ډاکټر اشرف غني احمدزی دی.د ورځپاڼي په باور اشرف غني احمدزی که څه هم یوه لایقه تکنوکرات دی لیکن یو بي حوصلې او خورده ګیر انسان دی.فایننشل ټایمز په پای کې لیکي چې اوس د کرزي په مخ کې لاره هواره ده او داسي جدي خنډ نه لیدل کیږي چې نوموړی دغې څوکۍ ته له رسیدو � �ا وګرځوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه جوړه شوه", "output": "د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټو� �نه. ټولو دادب او کلتور مینه والو ته خبر ورکول کیږي چې د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه چې مرکزيت یې د هرات په ښارکښې دی. د ۱۳۸۶ هـ کال د زمري د میاشتې په ۲۷ نيټه خپلې چارې په رسمي ډول پيل کړې دي . د افغانستان هر وګړی چې د لاندنيو موخو د پیاوړتيا لیوال وي هیله ده د سپينې ادې ادبي او ک� �توري ټولنې څخه خپلې هر اړخيزې مرستې او همکارۍ ونه سپموي . د سپينې ادې ادبي او کلتوري ټولنه د لاندنيو موخو لپاره کار کوي . داسلام دمقدس دین، د خپل ملت ، هیواد او خپلو ملي ارزښتونو او سپيڅلتیاوو سره مینه، پالنه او خوندي کول همداراز د انساني کرامت ژغورنې اوساتنې ته کلکه پاملرنه . دملي یوالي، ملي پخلاينې او ملي پرمختګ پياوړي کول، ټولنيزه او ولسي سوکالي د هر ډول توکميزه ژبنیو ، سیميزو ، جنسي او مذهبي تربګنیو مخنیوی او دشتون په صورت کې يې د له منځه وړلو لپاره هڅې کول . د پردیو د کلتوري يرغل پر وړاندې د افغاني کلتوري مورچل ټینګول او ساتل اوا فغاني کلتور ته وده او پرمختيا ورکول . د ځوانانو تر منځ د ښو او رغنده افکارو د ادلون بدلون لپاره د زمينې برابرول . د سولې د ټینګښت په لاره کې ګړندۍ هڅې او د ملي پخلاينې د روحې تاند ساتل ... پته: بادمرغان- صافي برادران (مارکوپولو) مارکيټ- دوهم پوړ- ۱۳۱ اطا ق - هرات - افغانستان.بريښنا ليک:- spina.adee@gmail.comموبايل شمېرې :- ۰۷۷۷۰� �۸۳۳۵ ۰۷۹۹۶۴۳۳۸۰ - � �۷۹۹۸۲۱۹۰۴"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کښي د انټرنټي اسانتياو پروژه", "output": "(بي بي سي ): د انټر نټ يوي امريکاي کمپنۍ په افغانستان کښي د انټرنټې اسانتياود يوي پروژې د پرانيستلو تکل کړي دي. د ګروپ ساټنس په نامه دغه کمپنۍ واي چې د شپږديرش ميليونه امريکاي ډالرو په ارزښت د دغې پروژې په پلي کيدو سره به د انټرنتې اسانتياو د کچي په پراختيا سر بيره شاوخوا زرو کسانو ته د کار شرايط هم برابر شي. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د کمپنۍ د دغه تکل هر کلې کړي دي او داي يې په افغانستان کښي د پانګې اچونې لپاره د خوندي شرايطو د رامنځ ته کيدو نښه بللي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د كوكنارو ناوې", "output": "د كوكنارو ناوې ګله يم ښايسته زهرجنه نشتر په لاسد زهرو پر كروندو كې لمده � � خيشتهكوكنارو ته وينه څڅوم. ګله يمه په سويل كې غړيدلې په لوديځ كې لويه شوي په ختيځ كې سينګار شوى په شمال كې واده شوى زه ناوې د كوكنارو يم د واده نڅا مې ګډه پر كرونده ده زه د زهرو پوروړې رپيږم مړاوې كيږم مړه كيږم. ګله يم، د اغزو سره په درد خاندم ژاړم پلار مې پوروړى د زهرو زه پوروړې د عاطفې يم زه پوروړې د م ينې. زه د كوكنارو ناوى په سويل كې غړيدلې په لوديځ كې لويه شوي په ختيځ كې سينګار شو� � په شمال كې واده شوى مړاوى غړنده زه د مينې پوروړې زه د عاطفې پو� �وړې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان ملي پوځ يوتن سرتيرى ترور شو", "output": "ملي دفاع وزارت وايې چې د ملي اردو يوتن سرتېرى په هلمند ولايت کې دمخالفينو په يوه کمین کې ووژل شو . د ملی دفاع وزارت په یو بیان کی راغلي چې د ملي اردو ياد شوى سرتېرى وړمه ورځ د ظفر په نامه د عملياتو په ترڅ کې ، چې د موسى کلا د بېرته تصرف په موخه پيل شوي، وژل شوى دى . دا پیښه هغه وخت وشوه چې دملي اردو دسرتېرو يو کتار له ګرشک و لسوالۍ څخه د شورابک پر لاره موسى کلا ولسوالۍ ته � �وان وو، چې په لاره کې د مخالفينو تر بريد لاندې راغى . گمان کیږي چې دا برید به طالب وسله والو کړی وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رښتیا او انتیکه خبره(Fact)", "output": "په نړۍ کي ډېر تونلونه سته او جلا جلا ډول دي لکه په افغانستان کي د سالنګ او بلوچستان کي د کوږک تونل. یو تونل چي په ټوله نړۍ کي له نورو جلا دی هغه د چېنل په نامه یادیږي دا د برتانیې او د فرانسې تر مینځ تر اوبو لاندي تېر سوی دی. په فرانسوي کي و دې ته چُنل ویل کیږي. د دې تونل يا سُرنګ اوږد والی۵۰ کیلومیتره دی او در � �اندي یې د برېښناګاډۍ لاره هم سته . دا تونل چي د انګلستان پر انګلش چېنل ویالې لاندي جوړ دی د فرانسې کوکېل او د برتانیې فالک سټون سیمي سره مښلوي . دا د ۱۹۷۰ په لسیزه پېل سو اماد ستونزو د وجي کار پر ودرېدی ، بیا په ۱۹۹۴ کي تکمیل سو ، د جاپان سېکان تونل تر دې اوږد دی اما تر اوبو لاندي دا د نړۍ اوږد تونل دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات: په یوه شپږ کلن ماشوم جنسي تیری وشو", "output": "نتکۍ د هرات په ولایت کې پر یوې شپږ کلنې ماشومې جنسي تیرش وی او دغه ماشومه دمګړۍ د هرات ولایت مرکزي روغتون ته د درملني په موخه استول شوي ده. دغه خبره د هرات د پولیسو مشر عصمت الله علیزي څرګنده کړه.د جنرال علیزي پر وینا چې په دغې ماشومې د هغې د پ� �ار د موافقې سره سم د تورن کس له خوا جنسي تیری شوی او تورن هم د پولیسو له خوا نیول شوی دی. پولیس وایې چې نیول شوي تورن په خپل جرم اعتراف کړی او دغه ماشومه دمګړۍ په بد روغتیايي حالت کې قرار لري چې د هرات په روغتون کې بستري ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لوګر کې نهه ښوونځي پرانيستل شول", "output": "د شنبې په ورځ دلوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو كې دنهو ښوونځيو دروازې له رغولو وروسته ... د شنبې په ورځ دلوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو كې دنهو ښوونځيو دروازې له رغولو وروسته دزده كوونكو پرمخ پرانيستل شوې .ددغه ښوونځيو دجوړولو چارې دنړيوال بانك په مالي مرسته تر سره شوې دي چې ټول لګښت يې ۹۸۸۲۲۰ امريكايي ډالره ښودل شوى دى . په لوګر ولايت كې ددغه ښوونځيو د رغولو چارې د۲۰۰۳ مېلادي كال دجولاى په لومړۍ نېته پيل شوې وې ،چې دا دى له څه باندې دوه كلن ځنډ ورورسته اوسمهال دزده كوونكو دګټې وړ وګرځېدل ،ددغه ښوونځيو دپرانيستنې پرمهال دافغان دولت دپوهنې وزارت مرستيال محمد صديق پتمن دنوموړو ښوونځيو جوړول دهېواد دپوهنې دپراختيا او رغونې په برخه كې په يوه ګټور ګام سره ياد كړل ،همدار از يې زياته كړه چې درغولو دغه لړۍ يوه ملي لړۍ ده چې دهېواد ټولو ولايتونو ته به وغزول شي . په لوګر ولايت كې ددغه ښوونځيو دپرانيستلو پرمهال ګڼ شمېر زده كوونكو ويل چې دپوهنې وزارت د يواځې ددغه ښوونځيو په رغولو بسنه نه كوي بلكي دوى ته د پوهنې په برخه كې نورې اسانتياوې هم برابرې كړي . ديادولو وړ ده چې ددغه ښوونځيو په جوړولو كې دسيمې داوسېدونكو ترڅنګ هم دپاملرنې موسسې چې يوه غيرې دولتي موسسه ده دهمكارې موسسې رول لوبولى دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اويس غني: افغان دولت پرخپلوسيمو واکمني نه لري", "output": "پېښور- د سرحد (پښتونخوا) ايالت والي پر افغان دولت تور ولګاوه، چې پر خپلو سيمو واکمني نه لري او جنګيالي له افغانستان نه لرې پښتونخوا ، په ځانګړې توګه قبايلي سيمو ته را اوړي. اويس احمد غني له الجزيرې ټلويزيوني شبکې سره د خبرو پرمهال وويل، چې په خيبر ايجنسۍ کې د حالاتو د ښه والي لپاره د قومي مشرانو جرګه روانه ده، خو ژر او سملاسي به په سيمه کې د سولې تينګښت ستونزمن وي. دده په وينا، د پېښور او شاوخوا قبايلي سيمو د ټيکاو لپاره بايد صبر وشي، ځکه دلته سوله ډېر کار او وخت غواړي. اويس غني پر افغان دولت تور ولګاوه، چې په خپلو سيمو کې بېواکه دى: (( په سيمه کې د ستونزو په ب� �خه کې د افغان دولت کړه وړه هم د يوه عامل په توګه مطرح دي، ځکه افغان دولت پر خپلو ډېرو سيمو واک نه لري. له نړيوالې ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره بايد ددې رېښې په افغانستان کې ولټول شي، نه په پاکستان کې)). د سرحد والي په خپلو خبرو کې وويل، چې اسامه بن لادن په پاکستان کې نه دى، ځکه هغه د افغانستان په سرحدي سيمو کې پناه اخستې ده. اويس غني پر افغان دولت غږ وکړ، چې د اسامه بن لادن د نيولو لپاره بايد جدي ګامونه واخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رابرټ ګيټس: د افغانستان ماته به د شرم خبره وي", "output": "فرانس پريس:د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګيټس وايي افغانستان د ناټو او ايتلاف دپاره د ازمايښت ميدان دئ.نوموړى وايي که ناټو او ايتلافي ځواکونو په افغانستان کي د ديموکراسي په ټينګېدو کېدو کي ماته وخوري دا به ډېر د شرم ځاى وي.نوموړي په عراق او افغانستان کي پر ولسي مرګ ژوبله خواشيني ښودلې او وايي امريکا د عراقيانو او افغانانانو آزادۍ ته ژمنه ده، چي ضرور به په دغو هيوادونو کي ديموکراسي ټينګېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي کلتور او مورنۍ ژبه", "output": "شهسوار سنګروال د سویډن د سمینار په اړه لیکل شوې مقاله: درنو دوستانو : په سر کې اجازه راکړۍ چې په لندن کې د افغان ادبي جرګې په استازيتوب تاسو درنو دوستانو ته له درناوي ډکې هیلې څرګندې کړم او په همدې پلمه د هغې خوشحالۍ یادونه وکړم چې په اروپا کې د یوې داسې درنې غونډې له جوړېدو نه خبریږم چې په خپل ډول کې لږ ساری لري او په ځانګړي ډول د ځان له خوا په ټول درناوي په سویډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز او د دوستۍ فرهنګي ټولنې ته، ددې ستر نوښت له بابته مبارکي ووایم. دا چې د دې غونډې نوښتګر د ګران افغانستان د قلم د یوه بل مېړه ښاغلي اعظم سیستاني په هاندو هڅو د نمانځنو ویاړ ګټي ، دډېرې ستاینې وړ دي. افغان ادبي جرګه له دوی سره د داسې نورو راتلونکو ناستو په رابللو کې مل ده. دوستانو! کله چې ما د دغه یوه ورځني سمینار د موضوع ټول سر لیکونه له پامه تېر کړ ل هر سر لیک یې ځانګړی پایښت او ارزښت درلود. په همدې هیله مې غوره وګڼله چې د ملي کلتور ویاړونو او د مورنۍ ژبې په ارزښتونو څه ناڅه وغږیږم . دا چې وایو افغانستان د اریایي توکم یو لرغونی ټاټوبی دی خو له دې سره جوخت دا هم ویلی شو چې لرغونو اریایانو هغه مهال یو پرمختللی کلتور او ډول ډول دودونه او رواجونه لرل چې موږ په دغه لړ کې ویدي او اوستایي دودونه او سرودونه د بېلګې په توګه یادولی شو. که چېرې ووایو چې کلتور د یوه هېواد د مادي او معنوي ارزښتونو مجموعې ته وایي نو افغانستان خو د تاریخ په اوږدو کې د دې دواړو ښېګڼو درلودنکی وو او دی. موږ نه غواړو چې دلته د لرغونو اریایانو تاریخ بیان کړو ولې د باختري اریایانو د ویدي او اوستایي کلتور هغه ادبي متون چې له ویدي سرودونو او د اوستا له کتاب څخه موږ ته را پاتې دي لنډه یادونه وکړو. د اوس مهال له پاره به ګرانه وي چې موږ د انتروپولوژي په رڼا کې د وګړپوهنې ، توکمپوهنې ، ټولنپوهنې او نورو ورته خپلویو له مخې د افغانستان د لرغوني او ملي کلتور بېلابېل اړخونه وڅېړو خو د اسانتیا لپاره به غوره وي چې په لنډه توګه د هېواد د لرغوني کلتور دب دبه اوسني ځوان نسل او راتلونکي پښت ته ورپه ګوته کړو ځکه چې زوړ نه وي نوی نشته. د هرې ټولنې په کلتوري ارزښتونو کې څېړونکو ته غوره خبره دا بریښي چې د موجوده کلتور اړیکه له پخواني او لرغوني کلتور سره څنګه ټینګولی شي؟ ښایې چې د دې خبرې یو ښه مېتود به داوي چې د اوسني ملي کلتور له لارې ګام په ګام د تېرو کلتورونو په لوروخوځیږو. د مثال په ډول موږ د ادبیاتو په لرغوني پېر کې ډېرې لرغونې او اولسي سندرې لرو چې د لرغوني اریايي پېر له اولسي سندرو سره د پرتلې وړ دي . که څه هم زموږ د ادب یو شمېر ملي او اولسي سندرې د اسلام د سپېڅلي دین د خپرېدو په مهال ویل شوي دي خو هغه شمېر اولسي سندرې او ملي سرودونه چې د زرتشت د مذهب له وخت نه موږ ته راپاتې دي که له یوې خوا د بڼې او مینځپانګې له مخې ډېر توپیر نه لري خو له بلې خوا د لرغوني ادبي پېر ملي سندرې له لرغونو اریایي سندرو سره چې د بېلابېلو وختونو دوه ملي کلتورونه را په ګوته کوي پیوند هم جوړولی شي چې موږ په دې لړ کې د امیر کروړ شعر د بڼې له پلوه د اوستا د ؛یشتونو؛ له ځنو برخو سره پرتله کولی شو. یو شمېر نورو څېړونکو په سر کې ارواښاد پوهاند حبیبي او ارواښاد استاد روهي په ډاګه دا خبره کړې چې د امیر کروړ ویاړونه د اوستا او ریګویدا له یو شمېر سرودونو او سندرو سره پرتله کېدلی شي. له دې پرته یو شمېر نورې ملي چاربېتې او اولسي سندرې هم زموږ د ادبیاتو په لرغوني پېر کې تر سترګو کیږي چې د لرغونې اریایانو ادبیات موږ ته را په زړه کوي چې موږ په دې لړ کې د ملکیار غرشین او تایمني شعرونه د بېلګې په توګه یادولی شو. له دې لنډې څرګندونې څخه دې پایلې ته رسیږو چې څنګه کولی شو د خپل ملي کلتور ټولې ښېګڼې خوندي کړو؟ ولې له دې پوښتنې سره جوخت دا تریخ حقیقت هم هرومرو په زهن کې راګرزي چې ولې د لرغونو اریایانو د شتمن کلتور جنازه خاوروته وسپارل او حال دا چې له آمو نه نیولې تر ګنګا پورې اریایي فرهنګ خپلې اغېزې او ریښې ځغلولې وې. ښایي ډېر لاملونه وي خو زما په اند یو لامل به دا هم وي چې موږ د خپل ویاړلي کلتور په وړاندې بې پروا وو او یو، او که داسې نه وي نو د بېلګې په توګه ولې موږ د یونانیانو مېتولوژي او د بودیزم ایډیالوژي ومنله او خپره مو کړه. خیر که دا مو خپله کړه پایله یې دومره بده نه وه خو دا چې خپله مو هېره کړه د تامل وړ دی. حال دا چې یوناني چارواکو په سر کې د سکندر د تشریفاتو ر یس ؛خارس میتي لیني؛ موږ ته خپل ویاړونه را په ګوته کړي دي. نوموړي د یوې کیسې او افسانې په اړه ویلي دي:؛کله چې د یونانیانو لښکرې له ډېرو ستونزو سره سره کابل ته ورسېدې نو یونانیان ډېر ژر د ؛زریادریس؛ او ؛او داتیس؛ د مینې له یوې خوږې اولسي کیسې سره اشنا شول چې هغه د ښکلې اوداتیس د ساس (ساک) پاچا د لور داستان وو. دا څومره د پام وړ خبره ده چې بهرنیان زموږ له اولسي آریایي ادب سره بلد وو او موږ لا د خپل شتمن فرهنګ یوه پاڼه هم نه ده لوستې. ښايي ډېرو به د یونان په ادبیاتو کې د :اودیسه او ایلیاد؛ داستانونه لوستي وي چې اوس هم د نړۍ په لرغونو ادبیاتو کې یو شهکار ګڼل کیږي. ولې موږ چې د خپل ملي او ویاړلي اولسي داستانونو ، کیسو او استورې لرلې چې چې ان د سکندر د مهال چارواکي پرې خبر وو، خو له بده مرغه موږ لا په خړو وریځو کې یو تت انځور هم تر لاسه نه کړ. لرغون پېژندونکي او تاریخ پوهان وايي که چېرې د مینځنۍ اسیا هېوادونه ایران، چین او د هند د نیمې وچې لیکوال او څېړونکي غواړي د خپلو هېوادونو په اړه څه ولیکي نو دوی ته پکار دی چې د افغانستان له لرغوني کلتور سره اشنا وي دا ځکه چې افغانستان د ویدي او اوستایي مدنیتونو ځاله وه او هم د ګریکو بودیک د مدرسو ټاټوبی. همدارنګه د لرغوني افغانستان د لرغوني کلتور شتون هم د چین ، پارس او هندوستان ترمینځ پرتو پولو او ارتو سیمو لټولی شو ځکه چې زموږ یو شمېر ټبرونو په یادو شو هېوادونو ټولواکمنۍ چلولې ده چې د ساکانو، کوشانیانو او یپتلیانو پېرونه ددې خبرې ښکاره ثبوت دی. که چېرې د یوې ملي خواخوږۍ له مخې مسلکي او اکاډمیک پښت د خپل هېواد او د کلتوري چاپېریال دننه ډول ډول کلتوري ځانګړتیاوې په ښه توګه وسپړي او په دې ډول د سیمه ییز کلتور د بېلابېلو اړخونو څېړنه، د بېلابېلو دودونو سیمه ییزې اغېزې ، د استوګن ځایونو ټاکل او بیا د کلتور ونو د خپل مینځي اړیکو څرنګوالی ، د کلتورونو د خورېدنې لاملونو او اغېزې او بیا په یوه بشپړ کلتوري چاپېریال کې دننه د پرمختیایي وړتیا وو وېش په پوره ځیرکتیا وڅېړي نو بیا خپل ملي کلتور ښه پېژندلی شي. او د همدې مېتود له مخې د خپل اولس ملي کلتور خوندي کولی هم شي. مثال که موږ د اوس مهال د ملي کلتور په رڼا کې د بېلګې په توګه د خپل اولس پلکور ته سترکې ور ښکاره کړو او یوازې د پښتو لنډیو یو لنډ جاج واخلو نو بیا پکار دی چې د یو شمېر څېړونکو انګېرنو ته یوه شېبه تم شو: سپوږمۍ کړنګ وهه را خېزه --- یار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبینه ددې لنډۍ په اړه انګېرنه داسې ده چې له نن نه زرګونه کاله پخوا د سپرلي په موسم کې نجونو او هلکانو په ګډه د یوه شربت د جوړولو لپاره د شپې لخوا د هندوکش د غره په لمنه کې یو بوټی ټولوو چې دغه بوټي ته په ویدي سرودونو کې ؛سوما؛ او په اوستايي متونو کې ؛هوما؛ وایي چې دا به یې له شاتو او شدو سره کډوه او یوه خوږه او مزه ناکه زوخا به یې ترې تیاروله. له دې لنډۍ پرته په لسګونو نورې لنډۍ شته چې زموږ د لرغوني کلتور او ټولنیز و مناسباتو یو ټاکلی زمان په ګوته کوي . د مثال په ډول د اسلام د سپېڅلي دین له خپرېدو دمخه د آټک د آ غاړې د ؛دله زاکو؛ د ټبر یوه لنډۍ ګورو چې وایي: تر مارګلې به درسره یم --- په هندوستان کې د په خدای سپارم مینه او یا د غزنوي سلطان محمود د مهال د هغې مېرمنې لنډۍ چې د لښکر د مشر راتلو ته سترګې په لاره ده وايي: که د خالو لښکرې راغلې --- زه به ګوملې ته د یار سلام ته ځمه له دې چې را تېر شو زموږ د لرغوني ادب په پاڼو کې د یوه نامتو شاعر شیخ اسعد سوري په شعر کې د لرغونو آریایانو یو سپېڅلی دود ګورو چې له نن نه یې تقریبا زر کاله دمخه ویلی دی؛ نه غاټول بیا زرغونیږي په لاښونه --- نه بامي بیا مسېده کا په کهسار غاټول او بامي دوه پسرلني ګلونه وو چې پېغلو به د غرو په لمنه کې ټولول. ولې د ؛بامي ؛ کلمه له دې شعر نه ډېره پخوا د اوستا په هغه نسخه کې چې په سمرقند کې تر لاسه شوې ده راغلې او کاږل شوي چې :؛دویشتاسب زوی په ؛بخل بامیک؛ کې د ؛نوازک؛ په نوم یو ښار جوړ کړ چې ډېر ښکلی وو.؛ څېړونکي کاږي چې بخل نه موخه بلخ دی او له بامي نه موخه بامیان دی چې په لرغونو آریایانو کې دا یوه سیمه سیمه وه. په یادو شو لنډیو او شعر کې مو ولیدل چې د نوي او لرغوني کلتور اړیکه څنګه ښه پیوند شوې ده او دا مو هم ولیده چې یوه ژبه د کلتور په خوندي کولو کې څومره رول لري؟ نو که چېرې داسې وایو چې ژبه د فکر مستقیم واقیعت دی خو ورسره داخبره هم نه هیروو چې ژبه د کلتور د انتقال وسیله هم ده. ولې کله چې ژبه مړه شي د ملي کلتور جنازه هم د پردیو په اوږو تورو خاورو ته سپارل کیږي. ددې خبرې د ثبوت لپاره موږ ډېر مثالونه لرو د ساري په توګه ؛اریک؛ د اریایانو لرغونې ژبه وه چې له دېنه زېږېدلې ژبې اوستا، سنسګرت، پښتو، فارسي او نورې ژبې یادولی شو. خو ځکه چې اریک ژبه مړه شوه نو زموږ د لرغوني کلتور ډېرې بېلګې خاورو ایرو وخوړلې او که د روایتونو له مخې د کیسو او افسانو په بڼه موږ ته څه را پاتې هم دي کلتوري او فرهنګي ځلا یې ډېره تته ده. همدا ډول کله چې د اوستا او سنسګرت ژبې مړې شوې د اریایي ټبر ډیره لویه کلتوري شتمنۍ له مینځه لاړه او خدای مه کړه که اوس موږ خپلو ژوندیو ژبو ته پاملرنه ونه کړو نو د تېرو ترخو تجربو له مخې ویلې شو چې موږ به د ملي کلتور یوه بله لویه شتمنۍ هم له لاسه ورکړو. اوس چې هغه شمېر افغانان له هېواد نه بهر د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت او ودان دي له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي. ګورو چې د ډېرو افغامانو په کورونو کې د دوی مورنۍ ژبه مړه شوې ده او که مړه ژوندۍ هم وي خو له لیک او لوست نه ولېدلې او د ځنکدن وروستۍ سلګۍ یې د ژبې په سر دي. ددې لپاره چې له دې ملي ناورین او راپېښې غمیزې نه ځان وژغورو نو د خپلو وړاندیزونو په دغو ټکو ټینګار کوم: ۱- ددې لپاره چې په بهر کې مېشت افغانان او ځانګړي ډول ماشومان او تنکي ځوانان له دې ملي کلتور نه پردي او بېګانه نه شي لومړی پکار دی چې خپه مورنۍ ژبه خوندي کړي او د نن په څېر غونډې جوړې شي او هغه ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته شي چې افغانان ورسره لاس او کرېوان دي. ۲- د هېواد د ملي او تاریخي ورځو نمانځنه او په دا ډول نمانځنو کې د ماشومانو او ځوانانو ونډه باید په پرتلیزه توګه د پام وړ وي چې موږ د ګران افغانستان د خپلواکۍ جشن ، د نوي لیږدي لمریز کال نمانځنه، د لوی او کوچني اختر مذهبي دودونه د بېلګې په توګه یادو. ۳- د امکان په صورت کې د کورسونو او ښوونځیو جوړول او بیا د کلتوري ټولنو لخوا د یو شمېر داسې کسانو رابلل لکه په اروپا کې مېشت استادان ، پوهان او ښوونکي چې د کوریطلم او تعلمي نصاب له چارو سره بلد وي تر څو افغان کډوالو ته یو ښوونیز او روزنیز درسي متود چې د دېدکتیک او میتودیک د اصولو لارښود وي ورغاوي چې له یوې خوا زلمیان او تنکي ماشومان خپله ژبه هېره نه کړي او له بلې خوا د خپل هېواد له ملي کلتور او ویاړلي تاریخ سره اشنا شي. ۴- کله چې ماشومان او ځوانان له ښوونځیو او پوهنځیو نه کورته راځي پکار دی چې مور او پلار اولاد سره پخپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي او د پلکوریکو کیسو او اولسي افسانو له لارې د خپل هېواد د ملي کلتور ښېګڼې ورته ور په ګوته کړي. ۵- په اروپا او لویدیز هېوادونو کې د افغانانو د کلتوري ټولنو له خوا د مشاعرو جوړول اړین ځکه بریښي چې د شعر ژبه په اورېدونکو په ځانګړي ډول په ځوانانو ژر اغېزه کوي او ښه به وي چې ځوانان په کې ډېره ونډه واخلي. په درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل خوله مې خنداته جوړه کړمه خوژړاراشي ياره هيروم دې خو ياد دې په بيا بيا راشي او س دې غم هم ستا په شان ناځوانه شوی په مخه نه راځې را پسې پټ له شا راشي خير که ستا دحسن په بازار کې ملنګ يم دخان درلره خو کله کله ګدا راشي ما چې ووينې ولې رانه مخ اړوې ته ګل هله وغوړيږې چې پرې لمر د سبا راشي ستا دمخ په دا سپين قران مې دې � �سم وې چې سرته مې بې ستا له غمه بله سوداراشي خلک وايې بلاګانې وې ډيرې بد رنګې خو فقيرزې ته په ښکلا ووکې بلا راشي سیدرحمان فقيرزی غزني"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ددوستی ټولني غبرگون،دملالی جويا گناه څه ده؟", "output": "دملالی جويا سره دناوړه برخودپه اړوند په سويډن کې ددوستی فرهنگي ټولني غبرگون دنړيوالو خبري رسنيو څخه مو خبر تر لاسه کړ په ملي شوراکښي دفراه ولايت دخلکو استازې اوپه نړئ کې پېژندل شوې څيره اغلې ملالئ جويادمرگ دډار له امله نشي کولاي پخپل کور کې شپه تيره کړي . پدې اړه اسوشيتيدپرس ،ټايمز اوبي بي سي خبري اژانس د2006 م کال دمۍ په 15 نيټه ليکلي،(( ملالۍ جويا : له ويرې هره شپه کور بدلوم .)) په ولسي جرگه کې د فراه ولايت وکيلې ملالۍ جويا انديښنه څرگنده کړې چې ژوند يې گواکې له خطر سره مخامخ دى او له دې کبله هره شپه د ځاى بدلوولو ته اړ وزي . دا وايي تيره اونۍ د ولسي جرگې په غونډه کې له مجاهدينو سره په شخړه کې له کښيوتو راهيسې د ځاني امنيت له اړخه شک پارونکي حرکتونه ويني او په تيليفون کې هم په پرله پسې توگه گواښل کيږي . ملالی جويا په 2003 کال ددسمبر په مياشت دنوي اساسي قانون دتصويب لپاره په جوړه شوې لويه جرگه کې دفراه ولايت دخلکو په استازيتوب گډون درلود .کله چې هغې دسر په ستر گو وليدل چې دهيواد هغه اساسي قانون کوم چي په راتلونکي کښي به ددموکراسی ،ټولنيز عدالت ،دبيان او عقيدي دآزادي دپلي کولواو نورو اجتماعي سياسي او اقتصادي متمدينو چارو دسمبالتيا لپاره لاره پرانيزي دهغوکسانو پوسيله جوړيږي کوم چې دا وطن يې دقدرت پر سر دجگړې داور په لمبو کې سوځولی او په خرابو بدل کړ . دغه دقدرت تږي کله چې دپاکستاني جرنيلانو په مټ تر کابله راورسيدل ،دسياف ،رباني ،گلبدين حکمتيار،دوحدت گوند ،جنبش اونور و تنظيموتر منځ په جگړه کې دکابل ښکلی ښار په کنډوالو بدل شو او تر(( 60 زرو)) زيات دکابل ښاربيگناه اوسيدونکي دژوند له حقه محروم شول ، ځکه ددې ميړنی او غيرتي افغاني دصبر کاسه نوره ډکه شول دهمدي جرگې له تريبون څخه يې دخپل زړه او افغان ولس اوازاوچت کړه ويې ويل : هغه جنايتکاران چې لاسونه يې دخلکو په وينو رنگ دي بايد ملي او نړيوالي محکمي ته وسپارل شي ، دلته ناست دي او دملت پر سرنويشت بحث او خبري کوي . . . . تر ټولو جالبه داوه چې صبغت الله مجددي چې دخپل دوه مياشتني اقتدار په دوره کې يې په جارسره ويل : دڅو واقعي محدودو مجاهدينو نه پرته نوروټولو دمجاهدينو په لباس کې وطن په ويرانه بدل کړ ، دکابل دښار داوسيدونکوپه سرو کي دميخ ټک وهلو نه نيولې ،دښچو دتيو ،غوږ او پزي دپرېکولو اودمسلمانانو نسونو دڅيرلو باندي سرفه ونکړه . ملالی جويا دټولو اسلامي او انساني حقوقو خلاف په کفر متهمه کړه . ښاغلی مجددي مجددی لاندي څرگندوني په پل خشتي مسجد کې وکړې اود راديو تلويزيون پوسيله هم خپرې شوې : « چه کار هايی که نشد. والله اگر روس ها اين کار ها را کرده باشند ، والله اگر کمونست ها کرده باشند يا هيچکس ديگر. والله ما خجالت ميکشيم که نام مجاهدين را بگيريم. عزتی را که خداوند به مجاهدين داده بود به زمين زده شده شد». دغه څرگندوني دملالی جويا دڅرگندونو سره چندان توپير نلري ،ولي متاسفانه ديوه دخولي دحق او دبل دخولې دکفر خبره تتعبيريږې ،داډول انصاف يوازي دافغاني واکدارانو په منځ کې رواج لري . ملالی جويا هيڅ کومه نوې څرگندونه او اختراع نده کړې تنها هغي ددغو جنگي مجرمينواو وطن ورانونکو په مقابل کي دخپل خاموش ولس دزړه اوواز او دنفرت احساس چې بل چا يې دويلو جرأت نشو کولاي څرگند کړ . که چيري په افغانستان کي يوه ټول پوښتنه تر سره شي بې له شکه چې دافغانستان ربړېدلی ولس به ددغو جنايتکارانو دشتمنيو دحساب او محکمې جدي غوښتنه وکړي . له بده مرغه دا جرأت تر اوسه په چارواکو کښي نه ليدل کيږې ،کله چې ددوي دمحکمي خبره رابر سيره کيږي سمدستي دا خبره هم کيږي ،که څوک ددوي دمحکمي تلاښ وکړي پدغو نازکو شرايطو کې به هغوي امنيت له جدي گواښ سره مخامخ کړې . سره لدي چې داپردغه ټکي اعتراف دی ، تر اوسه لاهم چې تر(( 30 )) زيات په مډرنو وسلو سمبال بهرني پوځيان په هيواد کې دامنيت دټينگولو هوډمن دي دوې کولاي شي امنيت له ختر سره مخامخ کړې ؛همدلته سوال پيداکيږي چې ولې نړيوال او ښاغلی ولسمشر ددغوکسانو دبې وسلي او بې قدرته کولوسره علاقه نه ښکاره کوي کوم چي هر ه لهظه په افغانستان کې د امنيت ماتولاي شي ؟؟؟ هغوي به هم ددغه ټکي په پوهېدوسره تر څو توان ولري او دسيسې يې کار وکړې ونه غواړي په هيوادکې له سياسي اوپوځي صحني څخه ووزي . پدغه لويه جرگه کې تر وينا وروسته ملالی جويا ټولو هغو ته دتحمل وړنه ده کوم چې په رښتيا سره يې لاسو نه تر څينگلو دخلکو په وينو سره دي او اوس يو ځل بيا غواړي خپلي خبري او دمنځنيو پيړيو نظريات په خلکو دقانون او اسلام څخه دناوړي استفادي په نامه پر خلکو ومني . متاسفانه امريکا اونوروبهرنيو هيوادو چې غوښتل يي په افغانستان کې دتورتم پېڅول ټوله او دبنسټپالو جرړي وباسي دا لويه تير وتنه وه چې په افغانستان کې ددموکراسی ،دعقيدي او بيان دآزادی اونورو بنسټيزو علمي اومتمدينو اوښتنو دراوستلو لپاره يي د بنسټپالو او هرډول بشري آزاديو اوحقوقو دمخالفينو په وسيله وغوښتل اساسي قانون اونوی حکومت جوړکړ . اغلې جويا د 2006 م کال دمۍ په 7 نيټه د ولسي جرگي په غونډه کي له پخوانيو مجاهدينو سره چې دا او ټول ولس يې جنگسالاران بولي په خپلو خبرو کې مجاهدين په دوو ډلو سره وويشل ، دهغې په وينا يوه ډله مجاهدين هغه دي چې د خداى د رضا او اسلام لپاره يې جهاد کړى او بله ډله هغه چې خپلې گټې يې په پام کې نيولي دي . دهمدغې خبرې تر اوريدو وروسته د ولسي جرگې فضا خړه پړه شوه ، ځينو استازيو هغې ته د سپکو سپورو د ويلو تر څنگ يې هغه د څښاک د اوبونه په ډکو بوتلونو او څپليو وويشتل . څومره شرم ځاي دۍ چې د ملت په کور کښي يوه ښځه چې ديوه ولايت دخلکو استازي ده دخپل نظر تر څرگندولو وروسته تحديد او تحقيريږي . هغوى چې د شريعيت نارې سورې وهي ايا په دې نه پوهيږي چې په اسلام کې په ښځواو بي گناه انسان د لاس پورته کول څومره لويه گناه او په افغاني ټلنه کې دشرم وړکار دی؟ ولي حقيقت دادی کله چې دوي خپلې شخصي او تنظيمي گټې په خطر کې وويني نو بيا يې اسلام او افغاني دود او دستور هم هير شي . کله چې ددغه ډول ناوړه اوله شرمه ډکي کړني په مقابل کې دملت يو شمير استازي خپل نظر څرگندوي دا دقدرت دليونو لخوا هغوي خبرو ته هم کومه پاملرنه نه کيږي . د کابل ولايت استازی رسول سياف وويل :( دلته په کار نه ده چې غوڅ اکتريت توهين شي او داسې دې هم څوک نه وايي چې مجاهدين له زوره کار اخلي نور موږ څومره خبرې تيرې کړو که د دې چت لاندې د استازيو ترکيب ته وگورئ نو پوهيږئ چې مجاهدين غوڅ اکتريت تشکيلوي ، قانوني صيب ! په هغې غونډه کې چې د ديني ارکانو په وړاندې ملنډې وهل کيږي زموږ دين موږ ته اجازه نه راکوي چې په هغه غونډه کې کښينو .) دادی سياف هم درباني پشان ددې خبري پخلی کوي چي په پارلمان کښي تر هر چا ددوي دنظر پلويان (جنگسالار ) ډير دي ،ځکه دافغان ولس دانيوکه پرځاي بولو چې هغوي پارلمان دخپلو گټو او ملي اراديې دڅرگندولو مظهر نه بولې ! اوپه حقه پارلمان له ولس څخه بيگانه گڼې . ملالی جويا هيڅ کله هم داسلام او مذهبي عقايدو توهين ندی کړئ ،اونه يي واقعي مجاهدين چې په رښتيا سره يې دوطن او خلکو لپاره ځانونه قرباني کړي سپکاوی کړۍ . جالبه داده کله چې دتنظيمو درهبرانو او قوماندان سالارو گټي دخطر سره مخامخ کيږي او يا ددوي ناوړه کړني دترسوال لاندي راځي دوي سمدستي دځانو ددفاع لپاره داسلام له مقدس نامه هغو مجاهدينو دافتخاراتو څخه چې اوس په خاوروکي پراته دي او يا په خپلو کورو کښې ديوه پاک او سپيڅلي مسلمان په توگه دژوندعادي چاري پر مخ بيايي دځان په گټه ناوړه او ناروا استفاده کوي . ددقيقو او کره معلوماتو پر اساس پسله هغه چې ملالی جويا دفراه دشريفو خلکو داستازي په توگه پارلمان ته ټاکل شوي تل په يوه اوبل نامه هغي ته دخبرو او څرگندونو وخت نه ورکول کيږي . موږ داډول برخورد ديوه ولايت داستازي سره دپارلماني نورمونو او بيان دآزادی خلاف بولو . څنگه کيداي شي چې څو دگوتو په شمار نماينده گان په پارلمان کي دهر ډول صلاحيت لرونکي دي ؟ اونور بيا له دغه قانوني حق څخه چې دخپلو مؤکيلينو نظريات ،غوښتني او وړانديزونه څرگند کړې محروم گڼل کيږي . ملالی جويا دجگپوړوچارواکو او جنگسالارو په فرمايش او سپارښت پارلمان ته نده راغلې ،هغه ديوه ولايت ټاکل شوې ستازي ده حق لري هر وخت چې وغواړي داړونده او مطرح شوو مسايلوپه هکله خپل نظر او عقيده څرگنده کړي . دروان کال دمۍ دمياشتي په(( اومه)) نيټه هم هغي خپل نظر څرگند کړ ،بل کوم دقانون خلاف حرکت يې ندی کړی ؛ اياله دغه څوک منکر کيداي شي چې پارلمان تر غاښو دهغو ن ه ډک دئ چي لاسونه يې دخلکو په وينو سره دي ؟ ايا داڅوک منلاي شي چې يو زيات شمير په رشتيا سره هم دخلکو استازي دې ؟ نه په هيڅ صورت . ددې لپاره چې سوالوته مو ځواب پيداکړي وي او قناعت مو حاصل شويی وي کيداي شي دنړی هر ورځ خپاره شوو نشراتو ته مراجعه وکړئ ،داسي ورځ نشته چې په مطبوعاتو کښي دي دهمدغو دتظيمو درهبرانو قوماندان سالارو ،محلي قوماندانانو او هيروئينو دقاچاقبرانو په اړوند مطالب او حقايق نه خپريږي . سياف او رباني ياددوي پشان يو شمير نور ولې خلک پدې ډاره وي چې که ددوي غوښني او نظريات ونه منل شي او ددوي هري بې بنياده خبري ته دتصديق سر ونه ښورول شي دوي به له پارلمان څخه ووزي . پدي هر څوک پوهيږي چي دوي به هيڅ وخت تر څو يې ساه په ځان کي وي او توان ولري پارلمان خوشي نکړي ،که داکار وشي دابه دافغان ولس يوه لويه خوشبختي وي ، چې متاسفانه تر اوسه لاددوي دقدرت تر سيوري لاندي د بدبخته ژوندشپې او ورځي سباه کوي . دافغانستان په پارلمان کې دملالی جويا سره داشان ناوړه برخورد په په مقابل کښي په ټوله نړی کې دانساني آزاديو او بشري حقو قو دسازمانو او ټولنو لخوا دتشويش په څرگندولو سره سخته کرکه او نفرت ښکاره شو . ټایمزد 2006م کال مۍ دمياشتي په ۹ نيټه ليکي این حادثه برای كشور های غربی آزار دهنده است كه با تجاوز به افغانستان طالبان را سقوط داده و بعداً دموكراسی را مستقر ساختند. تحفۀ غرب به افغانستان آوردن دوبارۀ جانیان و قاتلانی بود كه مصیبت عظیمی بر مردم و كشور ما تحمیل نمودند. د 2006 م کال دمۍ دمياشتي په 15 نيټه اسوشیتید پرس ليکي : جویا در جریان گفت و شنودی با گزارشگر اسوشیتید پرس چنین ابراز داشت: « به نظر من افشای جنگسالاران کار خوبیست، حتا اگر اینکار در شورای ملی صورت بگیرد. زمانیکه من به پارلمان آمدم، آنها دانستند که من همان شخص دوسال قبل هستم.» فرماندهان و رهبران دیگر مجاهدین که بیشتری از آنها متهم به ارتکاب جنایات بشری علیه غیرنظامیان افغان اند، غوغا سردادند و از مجلس بیرون شدند. شماری از اعضای مجلس شورای ملی بوتل های پلاستیکی آب را بطرف جویا پرتاب نمودند و نزاع مختصری میان عامیان جویا و مخالفینش بوقوع پیوست. این کشمکش جراحتی به دنبال نداشت اما جویا گفت که دشنام های رکیکی نثار وی شده است. جویا به گفتارش چنین افزود: « آنها در محل پارلمان به وی کلمات رکیکی نثار داشتند و حتا گفتند که ما به جویا تجاوز جنسی خواهیم نمود. » جویا هرهفته یکبار محل اقامتش را تغییر میدهد. اما پس از صحبت هفتهء اخیرش وی هر شب به تغییر محل اقامت اقدام میورزد و همواره با سه محافظ مسلح همراهی میشود. په سويډن کې ددوستی فرهنگي ټولنه چې په سويډن کې دنړئ دمختلفو هيوادو دملتونو استازي يې دغړيتوب وياړ لري د افغانستان په پارلمان کې دفراه ولايت داستازي ملالی جويا سره داډول چلند ته دبشر دحقو قو او نړيوالو قبول شوو نورمونواو اصولو خلاف او لويه سرغړونه گڼي . ملالی جويا نه تنها په افغانستان کښي بلکه په ټوله نړئ کې دسولي ، دموکراسی ټولنيز عدالت ،دعقيدې او بيان دآزادی او بشر دحقوقودپلويانو په منځ کښي دقدروړ ځاي لري . دافغانستان دولسمشر نه په کلکه غوښتنه کوو چې په هيوادکي دسازش او بي ځايه نرمش دسياست په مقابل کې دقانون دپلي کولو، دانسان دانساني کرامت شخصې عقيدي او تفکر دآزاديودخوندي ساتلو مسؤليت په ښه توگه تر سره کړي ،پرې نږدي چي هر څوک دپخوا په دود داسلام ،جهاد ،دودواو دستور په نومونو او له هغونه په ناوړه استفادي سره دحق او عدالت اوازخاموشه کړي . پدې بايد تاسو پوره پوه واست چي په هيواد کې داوسنيو ټولوناخوالو پړه ستاسو پر غاړه دراچول کيږې .موږ پدي ټينگ باور لرو که تاسو پرېکړنده او کوټلي گامونه چي دغوڅ اکثريت او نړيوالو غوښتنه ده اوچت کړئ او داوسنيو هغو فسادو مخه دقانون په پلي کولو سره ونيسی کوم چې همدا گړۍ افغانان ورسره لاس په گريواندی ،ستاسو پلويان به نه تنهاټول افغانان بلکه په ټوله نړئ کښي غوڅ اکثريت وي . دملالی جويا او هغي پشان نورودموکراسی پلوه کسانو دژوند تأمين او هغوي ته دمطمين ژوند دشرايطو دبرابرولو دنده دافغانستان ددولتي ارگانو پر غاړه ده ،او پدي هکله يې دنړی په ټولو کنفرانسونواو معتبره غونډو کې دنړی د هيوادو استازو او مشرانو ته وعده ورکړېده ،دا وعده بايد په عمل کې پلې شي . دامريکا دمتحده ايالاتو او اروپادهيوادو نه غوښتنه کوو چې په افغانستان کي دبشر دحقوقو ،دعقيدي او بيان دآزادی ارزشتنو ته چې دافغانستان معنوي او سياسي راتلونکې په هغه پوري اړه لري دقيقه اوځانگړې پاملرنه وکړي.دافغانستان دولتي چارواکو ته واک ورنکړي چي دامريکا او اروپادهيوادو دخلکو په هغو مرستو چي موخه يي دافغان ولس ښيرازي ده دجنگسالارو او ټوپکمارووکړاي شي دخپل نظريات اوغوښتني په زورپر افغان ملت وتپي . په هر اندازه چي په افغانستان کې ددموکراسی غښتلي وړانگي خپريږي او دافغان ولس مغذونه ور روښانه کوي په هغه اندازه ددي هيواد دبيا رغاونې لپاره دمعقولي او مطميني لاري دپيداکيدو امکانات پلاس راځېاو دبنسټپالو ،دهيرئينو د توليدکوونکو اوسوداگرواو ترهگرودفعاليت امکانات رامحدوديږې . دنړۍ دټولو هيوادو له مشرانوته وړانديز کوو په افغانستان کې ژر تر ژره جنگي جنايتکاران او ددموکراسی مخالفين بي وسلې او بي قدرته کړئ ،تر څو افغان زورېدلی ولس دآرامی او خوښۍنفس وباسي . ملالی جويا په خپله انساني مبارزه او تلاښ کې تنها نده دپر مختللي نړئ غوڅ اکثريت دهغي ددغې خبري پلوی کوي چې وايي : تر هغې پورې چې ژوندى وم نو زه به خپل غږ دانسان او انسانيت څخه ددفاع په خاطر اوچت ساتم که ما غلې کړي خو ږغ مې نه شي غلى کولاي . پدي باورلروچې افغان روڼ اندي دخپلو ملي او سياسي مسؤليتونوپه پوهېدوسره په لويه کچه داخپله دنده بولي تر څو په خپل هيواد کښي ددموکراسۍ او دبشردحقوقو څخه په ميړانه دفاع وکړې . په سويډن کي ددوستی فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه يوه کاپي يې دملگروملتو دسازمان سرمنشي اوداروپادپارلمان دبهرنيو اړيکو جرگه گۍ ته هم ولېږل شوه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهلالي کورنۍ لخوا د فاتحې خبرتیا", "output": "قالو انالله وانا اليه راجعون .خدايه تاپيداکړي يوو او بېرته تاته درځوو . انجينير عبدلهادي ګلستاني زوی ، محمداسلم هلالي او محمداکرم هلالي وړوونه ،محمدحسين هلالي او محمدمحسن هلالي د تره زامن د ارواښاد محمد اسحاق هلالي د مړيني له امله چې څه موده پخواخاورو ته وسپارل سوو دوستانو ته خبر ورکوي چې فاتحه او د ياد دستوره يې دروان جون مياشتي پر(۲۷) اوه ويشتمه نيټه دماپښين له دوه نيمو تر څلورنيمو بجو پوري د هالنډ د ايندوون ښار په سورينام جومات کې اخيستل کېږي . داړيکي شمېره – (۰۰۳۱۶۳۳۰۴۱۹۰۳)(۰۰۳۱۶۲۹۱۳۷۴۰۰). پته :5653 LX Eindhoven Kastelen plein 169Tel: 00316291374000031633041903"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان اصلي نقشه(انځوريز رپوټ)", "output": "د افغانستان اصلي نقشه(انځوريز رپوټ) سیار ده سبزی- استرالیا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: په واشنګټن، لندن او پاریس به بریدونه وکړو", "output": "نتکۍ د پاکستاني طالبانو د ډلې یوه وتلي مشر ولي الرحمان محسود رسنیو ته ویلي چې د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما د دوي لومړی نمبر دښمن دی او طالبان به ډیر ژر په افغانستان کې خپل عملیات پیل کړي. دغه طالب مشر ګواښ وکړ چې د خپل وژل شوي مشر بیت الله محسود غچ به په افغانستان، پاکستان او حتی د نړۍ په هره لري پرته برخه کې چې امکان یې وي له امریکایانو واخلي. بیت الله محسود تیره میاشت دامریکایې ځواکونو په یوه برید کې لومړی ژوبل او وروسته یې سا ورکړه. ولی الرحمان محسود امریکایان په افغانستان او پاکستان کې ماتیدونکي په ګوتو کړ او زیاته یې کړه چې د طالبان پاکستان ډله به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد خپل عملیات غښتلي کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند كي د ګڼو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړ سوى", "output": "په بګرام كي د ائتلافي ځواكونو د مطبوعاتي دفتر څخه د چارشنبې په ورځ په يوې خپرې سوي خبرپاڼي كي راغلي چي د هلمند ولايت د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د وسله والو طالبانو څخه دوه موټره چاودېدونكي توكي نيولي دي . ائت� �اف ويلي وسله والو طالبانو پر افغان او نړيوالو ځواكونو بريد وكړ چي په ځوابي ډزو كي ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل سوي دي او دوئ ته كوم زيان نه دى اوښتى ، دغه راز په خبرپاڼي كي راغلي چي د نوزاد په ولسوالۍ هم څو تنه چي دقي� �ه شميره يې نه ده په ډاګه سوې وسله وال طالبان وژل سوي او ياخو ټپيان دي . وسله وال طالبان خپل لوري ته د زيان اوښتل نه مني قاري يوسف ادعا كوي چي په همدې ولسوالۍ كي يې د بهرنيو ځواكونو دوه زغره وال ګاډي ويجاړ كړي او دروند ځاني زيان يې ور اړولى دى . د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم د ګرمسېر په ولسوالۍ كي د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړي دي . په خبر پاڼي كي راغلي چي وسله والو، طالبانو ددوئ پر سرتير و راكټي بريد وكړ ، چي په پايله كي يې د ملي اوردو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتي . د هلم ند پوليسو هم د درو تنو وسله والو غلو او درې څلويښت كېلو ګرامو تارياكو د نيول كيدو خبر وركړى دى . په هلمند كي د هوا د ګرمېدلو سره جوخت يو ځل بيا د افغان حكومت ، بهرنيو ځواكونو او وسله والو طالبانو تر منځ جنګ جګړې او نښتي زياتي سوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بېکاره بې تعليمه رانه پاتې خپل اولاد شو", "output": "نفسونه شول غالب، د دې غمه ژړېږم بېکاره بې تعليمه رانه پاتې خپل اولاد شو پښتون غريب برباد شو دادپښتو ژبې نومیالي ،او په هېواد مین شاعر ارواښاد ملنګ جان بابا هغه شعر دی چې دنن څخه یې کابو ۳۵ کاله دمخه لیکلی . رښتیا هم ملنګ جان بابا پدې شعر کې داسې وینا کړې چې له دې روان حالت سره بیخي اړخ لګوي. نن ورځ که هاخوا هم مري پښتانه دي او دې هم م� �ي پښتانه دي . پدې وروستیو کې دکوزې پښتونخوا دسوات په ښکلې دره کې بې ګناه پښتانه ووژل شول ، بې کوره او � �یرې سیمو ته ګډوال شول ،همداسې په افغانستان کې هم دپښتنو تهذیب له خاورو سره خاورو شوی.بمونه په موږ راوریږي ، له کورونو موږ شړل کیږو ښوونځی زموږ سوځول کیږي میندې زموږ بورې شوې، دترهګرۍ په تور پر موږ زندانونه ډک دي او داسې نورې ناخوالې . خو پوښتنه داده چې ولي؟ اوترکومه به دا حالت داسې وي ؟ اوس افغانستان دژبپالنې ، مذهب پا� �نې ،او سمت پلنې دسیالۍ یو تود ډګر ګرځېدلی دی ځینو ښاغلي لا په خپل ملي هویت سترګې پټوي ځیني هېواد پلورونکی لا دهېواد ویاړنو ته ته سپکاوی کوي ځیني مو هم کلتور ترپښو لاندې کوي .دا هرڅه زموږ په بې ننګۍ دلالت کوي لکه ماشوم انو دپردیو په لمسون غولیږو دا ډیره دشرم خبرده چې دپیسو پروړاندې خپل ملي ارزښتونه تر پښو لاندې لاندې کوو، یو بل ته ورور نه وایو او نور چې راته هرڅه وایې هماغسې کوو خو زموږ دا پر ډالرو او نورو مادیاتو باندې روږدي مشران که همداسې ویده پاتې وي نو لیرې به نه وي چې پښتو او پښتونولي به بیخي له منځه لاړه شي او د پیړو پیړو بډایه تاریخ به مو خدای مه کړه ترخاور لاندې شي .نو راځی چې په یوه ټغر سره کینو او دې شته ستونزو ته دحل � �اره ولټوو ترڅو به زموږ سر او داکاڼې وي .خدای ته وګورﺉ جګړې مه کوﺉ.نور به موهیڅ څه مات نکړي خو یواځینی شی چې ددې قوم ماتېدو لامل ګرځي هغه بې اتفاقي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سپــــرلیه", "output": "ای ښـــــکليه سپـــرليه ! له غــنچـــو سره راځـــهدمــي� �نــې ویـجــاړ کــلـي تـه وږمــو ســره راځـــه د بـــزم بــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــ� �سېل جـوړ کــړه د بــلـبـلــو لــه نغمو سره راځه په ښکلود باګرام هــم ګــوذ ر ژروکړه د سولـېڅـ� �پــې د امــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــه د مینې د حــرم تلوسې ســوزي شـــادمـــان دیـــووږمه بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه دې وهــم په ټـــالو کې چې ســندرې ناڅي اوسد کوډو،بیم ل� �مبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه زمان په مخ راکړي تــل څــپـېـړې دخــنــجـــرد مینــې له منـــت� �شــړق د کمـــڅو سره راځــه په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو اهتمامچې و ويــنځي کينې له پاکو زړو سره راځــه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکابل په دشت برچي کې مرغان له منځه یووړل شول.", "output": "دکابل په لویدیځ کې نن چهار شنبه دملگرو ملتونو دخوراک اداره یا FAO او دافغانستان دکرهڼې وزارت کارکونکو په لومړي ځل دهغو مارغانو چې ویل کیږي په والگي اخته دي دلمنځه وړلو لپاره کمپاین پیل کړي. څو کاري گروپونه دمختلفو دندو سره لا له وړاندې گمارل شوي لومړي گروپ دکورنۍ نوم لیکه او دچرگانو هغه تعداد چې له منځه وړل کیږي لیکل ترڅو ورسره بیا مرسته په هماغه کچه وشي. دکرهڼې وزرات یوه چارواکي عزیز الله عثماني چې ددغه کمپاین مشري يې کوله بینوا ته وویل دوی دلته په دشت برچي کې دمارغانو والگی لیدلی غواړي لمنځه یې یوسي نوموړي دا هم وویل په ټول افغانستان کې یې دمرغانو دوالگي دولس پیښې لیدلي. محمد ابراهیم هغه څوک چې چرگان یې لمنځه تللي وه بینوا ته وویل دی خفه ځکه په چرگانو یې ژوند تکیه وه ولې اوس یې په مفته کې لمنځه ځي. دمرغانو والگی په نړۍ کې تر دې دمه ٨٠ کسان وژلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسي جرګې دمحكمې يو غړى ونه مانه.", "output": "دسترې محكمې لپاره دنهو وړاندې شويو غړيو په منځ كې قاسم هاشمزى دولسي جرګې دنن غونډې تر تودو بحثونو وروسته دسترې محكمې له غړيتوب څخه وګرځاوه. ښاغلي هاشمزي ٧٩ مخالفې او 88 موافقې رايې له 12 ممتنيع رايو سره ګټلې وې خو لا يې هم ونشو كړاى دباور رايه وګټي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف: په نادعلي کې چاودني شوي", "output": "نتکۍ د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي له یوه نامعلوم ځای څخه بینوا ویب پاڼي ته نن د یکشنبې په ورځ وویل چې پرون ناوخته یې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دچاه میرزا په سیمه کې د افغان او بهرنیو سرتیرو پر ګزمه چاودنه کړي چې پکې یې پینځه بهرني او کورني سرتیري وژلي دي. که څه هم د هلمند ولایت امنیتي ځواکونو تر اوسه د دغې خبري پخلی ندی کړی خو هلمند د افغانستان هغه ولایت دی چې پرون پرې د حامد کرزي د غونډي پر مهال د طالبانو دوه توغندي هم توغول شوي وو. په دغه برید کې ولسمشر کرزي او د ناټو عالي رتبه جنرال ته هیڅ راز زیان نه وو رسیدلی او نه هم کوم بل وګړی په دغه برید کې مړ او ژوبل شوی وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بوديجي ته په پام به د ښوونځيو ستونزې اوارې كړو", "output": "د پوهنې وزارت:بوديجي ته په پام به د ښوونځيو ستونزې اوارې كړو په ۱۳۹۹ لمريز كال كې به په هېواد كې داسې څوك ونه موندل شي چې ښوونځي ته لاس� �سۍ ونه لري (فاروق وردګ) په هېواد كې ۱۳۸۸ لمريز تعليمي كال د رارسېدو په حال كې دى، خو د هېواد د ښوونځيو ښوونکي د تېر په څېر بيا هم انديښمن دي چې آيا سږکال به هم د دوى هغه ستونزې چې تر دې مخكې ورسره لاس او ګرېوان و، اوارې شي او كه به بيا هم ورسره مخ وي؟ دوى وايي د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د امنيت نشتوالي د يو شمېر ښوونکو او زده کوونکو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلې دي. ډېرى زده كوونكي د وېرې له امله نه شي كولاى ښوونځيو ته لاړ شي، ډېرى ښوونځي اوس هم ودانۍ نه لري، ودانۍ څه چې خېمه او په ځمكه د كښېناستلو لپاره فرش نه لري زم وږ ډېرى نازولي ماشومان له خپلو كورونو څخه له ځانه سره د بوجۍ يوه ټوټه وړي او بيا تر شنه آسمان لاندې سره لمر ته او يا هم په ځينو ځايونو كې د خوړونو په غاړه تر ونو لاندې د زدكړې لپاره ناست وي. سويلي ولايتونه چې د ښوونځيو د سوزېدو ، د ښوونکو د وژلو، يرغمل کولو او د زده کونکو د ګواښلو خبرونه ترې ډېر اورېدل كېږي، له ډېرو کورنيو څخه يې دا زړورتيا اخيستې ده چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي. خو بيا هم ټول زده كوونكي او ښوونكي ۱۳۸۸ كال ته سترګې په لار دي چې كېداى شي د دوى ستونزې د پخوا په څېر تكرار نه شي. د را روان ۱۳۸۸ تعليمي كال په � �ارسيدو به په هېواد كې د ښوونځيو د ستونزو د اوارولو په كچه او څرنګوالي كې كوم بدلون راشي او كه نه؟ په دې اړه د پوهنې د وزارت وياند او د عامه اړيكو رييس ښاغلى محمد آصف ننګ داسې وايي: ((په ۱۳۸۸ كال كې به په ټول هېواد كې۱۲۶� �۰ ښوونځي ولرو له دې ډلې څخه به ۱۸۶۸ لېسې، ۳۰۶۱ متوسطې او ۶۰۷۱ به هم لومړني ښوونځي وي. په ټول هېواد كې به۵۹۹۰ ښوونځي ودانۍ ولري ۶۷۹۰ ښوونځي به ودانۍ نلري، او ۶۲۰ ښوونځي به غير فعال وي.)) د آصف ننګ د وينا له مخې د ۱۳۸8 لمريز كال لپاره د پوهنې وزارت سل زره ښوونكو ته روزنه وركوي. چې دا روزنه د دارالمعلمين او د ښوونكو له نورو � �وزنيزو موسساتو څخه پرته د ښوونكو د مسلكي كولو لپاره په كار اچول كېږي.ښاغلى زياتوي: ((تر اوسه پورې د څلور زره په شا او خوا كې د ښوونكو روزونكي جذب كړل شوي ترڅو د دې روزونكو په واسطه په ټول هېواد كې ښوونكو ته روزنه وركړل شي. دا روزونكي به ښوونكو ته روزنه وركوي او د ښوونكو له ډلې به هم د روزونكو په ډول ځينې ښوونكي روزي. نوموړى زياتوي، چې دا پروګرام د دوه نيمو كلونو لپاره پيل شوى چې په پايله كې به يې سل زره ښوونكي مسلكي زدكړې وكړي. پر دې پروګرام به ۴۸ نيم ميليونه ډالره لګښت وشي. چې د نړيوال بانك لخوا وركول كېږي. دې پروګرام ته ځكه اړتيا ده چې په اوس وخت كې د پوهنې وزارت په سلو كې ۲۳ مسلكي ښوونكي لري او پاتې نور يې مسلكي نه دي بلكې دوى يې د اړتيا له مخې په كار ګومارلي.)) په تېر كال كې د ناامنيو له امله د هېواد په ډېرو برخو كې ښوونځي وتړل شول، و� �ان شول، اور ور واچول شو، او يا يې هم د بندېدو ګواښونه ورته وشول، ښاغلى ننګ په دې اړه وايي: ((په ۱۳۸۷ كال كې مو د پوهنې په برخه كې د سوزولو، ورانولو ۱۲۴ جنايي او تروريستي پېښې درلودې. د شهيدانو او زخميانو كچه هم۵۴ ته رسېږي. په نوموړي كال كې مو۶۸۰ تړل شوي ښوونځي درلودل، چې په تېرو دريو مياشتو كې مو يې ډېره برخه بېرته پ� �انيستلې چې په اوس وخت كې په ټول هېواد كې ۶۲۱ تړل شوي ښوونځي لرو. چې د دې ښوونځيو په پايله كې۲۴۵۰۰۰ شاګردان د زدكړې له نعمته بې برخې شوي دي. او ۹۰۰۰ ښوونكي له كاره بې برخې دي. او د ۲۱۰۰۰ په شا او خوا كې هم اداري كسان او اجيران له كار څخه بې برخې شوي دي.)) سره د دې چې په تېر كال كې د پوهنې په برخه كې ډېرې ستونزې موجودې وې، دا چې � �اتلونكي كال ته به د پوهنې وزارت په مخ كې كومې ستونزې پرتې وي ښاغلى ننګ يې راته وايي: ((يوه لويه ستونزه چې په راتلونكي كال كې به ورسره مخ و، د ښوونكو كمښت دى چې د پوهنې وزارت له ۶۰ څخه تر ۷۰ زرو پورې ښوونكو ته اړتيا لري، خو دولت دومره پيسې نه لري چې دومره ښوونكي استخدام كړي نو له دې امله موږ بايد له ۱۲ څخه تر پنځه لس زره پورې ضرور په كار وګمارو خو د ښوونكو د استخدام لپاره له پوهنې سره كافي امكانات نشته چې اوس د استخدام � �پاره ۵ زره ښوونكي منل شوي دي. دويمه ستونزه د ليليو د شاګردانو ده چې په اوس وخت كې موږ په ليليو كې۲۴۰۰۰ زده كوونكي ژوند كوي، خو راتلونكي كال ته به دا شمېره ۳۲۰۰۰ وي. د دې شمېرې شاګردانو لپاره كافي اعاشه پوهنې ته نه ده وركړل شوې، چې په دې برخه كې پوره كافي اعاشې ته اړتيا ده.درېيمه ستونزه د امنيت ده چې كه امنيت د ۱۳۸۷ كال په ډول وي او يا هم تر دې خراب شي كېداى شي ډېر ښوونځي وتړل شي او ډېرى زده كوونكي به د تېر كال په څېر د زدكړې له نعمته بې برخې شي. څلورمه ستونزه چې د پوهنې وزارت لري هغه د مسلكي، تجربه لرونكي او لوړې سطحې خاوندو ښوونكو نشتوالى دى. په اوسنيو ښوونكو كې ۲۳ سلنه هغه ښوونكي دي چې خپل شرايط يې پوره كړي دي. خو نور ښوونكي بيا مسلكي وړتيا نلري. پوهنه ۷۰ سلنه په شرايطو پوره ښوونكو ته اړتيا لري چې د دې كار د پوره كېدو لپاره څلور كاله كار ته اړتيا ده.لكه څرنګه چې موږ تېر كال وليدل چې په ډېرو سيمو كې شاګردان (نجونې او هلكان) د دولت د مخالفينو له لوري ورټل شول، د بېلګې په توګه د كندهار د ميرويس مېنې د ښوونځي نجونې يادولى شو چې د مخالفينو له لوري پرې تېزاب وشيندل شول، دا چې راتلونكي كال ته به د پوهنې وزارت څه ډول د دوى باور تر لاسه كړي چې د دوى كورنۍ به خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي او كه څنګه؟ آصف ننګ په دې اړه داسې وايي: ((د سيمه ييزو خلكو، د پوهنې د پرمختګ او د پوهنې د ساتنې د شوراګانو، علماؤ، او بالاخره له هغو طالبانو چې نه غواړي ښوونځى وتړل شي او ډېر خطرناك نه دي له هغوى سره به د پوهنې وزارت په دې اړه خبرې وكړي، او هغوى ته به دا قناعت وركړي چې ښوونځى ستاسې راتلونكى دى. او په دې برخه كې به يې مرسته وغواړي. له امنيتي مسؤلينو سره مو هم خبرې كړې دي. هغوى هم ژمنې راسره كړې دي چې موږ به د ښوونځيو د امنيت په تامين كې له تاسې سره مرستې كوو. بس دا د خبرو له لارې به كار مخته بيايو پوهنه كوم وسلوال ځواك نه لري چې ښوونځي پرې وساتي همدا خلك بايد په خپله خپل ښوونځي د خپلو ماشومانو لپاره وساتي.))د ښوونځيو د امنيت د خرابوالي تر څنګ ډېرى ښوونځي د ودانيو له نشتوالي سره مخ دي، ودانۍ خو پر ځاى پرېږده چې زموږ ډېرى ښوونځي د كښېناستلو لپاره فرشونه هم نه لري. ماشومان د ونو تر سيوري لاندې او يا هم سره لمر ته د دوبي په ګرميو كې درس وايي، دې پوښتنې ته په ځواب كې چې آيا راتلونكي ښوونيز كال ته به دا ستونزې تر كومې كچې پورې اوارې شي، د پوهنې وزا� �ت د عامه اړيكو رييس داسې ځواب وايي: ((په هېواد كې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، موږ ټول۱۲۵۰۰ ښوونځي لرو، موږ ته چې كومه بوديجه راكړل شوې ده او يا هم له نړيوالو څخه مرسته غواړو، هڅه به وكړو چې په هغې تر يوې كچې پورې ستونزې اوارې كړو. موږ به په راتلونكي كال كې پر ودانۍ لرونكو ښوونځيو۱۰سلنه نورې هم ور ډېرې كړو. چې د دې شمېرې سره به زموږ۶۰ سلنه ښوونځي د ودانيو لرونكي شي.)) د هېواد په ټولو ښوونځيو كې شاګردانو ته هغه ډول چې مناسب دى درس نه وركول كېږي، ځكه چې زموږ ښوونكي په كافي اندازه معاش نه لري زموږ هر ښوونكي ته د مياشتې درې زره افغانۍ و� �كول كېږي چې ښوونكى اړ دى د ښوونځي د دندې تر څنګ په كوم بل كار هم لاس پورې كړي، د بېلګې په توګه زموږ ډېرى ښوونكي وروسته له وخته يا په بزګرى بوخت دي او يا هم د سوداګرۍ كارونه مخته وړي دوى نه شي كولاى چې په پوره ډول د شاګ� �دانو د درسونو لپاره تيارى ونيسي، د معاشونو د لږوالي له امله ډېرى ښوونكي په خصوصي ښوونځيو كې جذب كېږي نو دا چې پوهنه به راتلونكي كال ته د دې ستونزې د اواري لپاره څه وكړي، ښاغلى ننګ په دې اړه داسې وايي: ((دا ستونزه هېڅكله هم نه شي متوجه كېداى ځكه چې د پوهنې وزارت د ښوونكو په نوي سېستم معاش كې هر ښوونكي ته له ۶۰۰۰ څخه تر ۳۵� �۰۰ زره افغانيو پورې معاش وركوي چې خصوصي ښوونځي نه شي كولاى دومره معاش وركړي.)) په هېواد كې اوس هم ډېرى سيمې د ښوونځي له كمښت سره او همدارنګه ډېرى كتابونه د كيفيت له امله ډېرې ستونزې لري او د شاګرد په سويه نه دي جوړ � �وي، د اصف ننګ په وينا د پوهنې وزارت راتلونكي كال ته په ټول هېواد كې۱۶۰۰ نوي ښوونځي په پام كې لرې چې نظر د هرې سيمې اړتيا ته به په ټول هېواد كې جوړ شي. او د نصاب په اړه نوموړى زياتوي: ((د نصاب په سمولو او د كتابونو د ستونزو په اوارولو باندې كار روان دى كه د خداى (ج) خوښه وه دا ځل به د كتاب د ستونزو موضوع په بشپړ ډول اواره � �ي.په اوس وخت كې چې په دولتي ښوونځيو كې په سم ډول تدريس نه دى موجود نو له امله يې ډېرى زده كوونكو خصوصي ښوونځيو ته لاره موندلې، خو په خصوصي ښوونځيو كې د دولت له قانون، د سيمي او خلكو له كلتور او دولتي درسي م ېتود څخه سرغړونه كېږي. دې پوښتنې ته په ځواب سره چې آيا خصوصي ښوونځي به د دولت لخوا تر كنټرول لاندې راوستل شي، ښاغلى ننګ وايي: ((هو، دوى به د پوهنې له مېتود پرته ونه شي كولاى چې خپل پروګرام مخته يوسي، موږ به دوى په دقيق ډول وڅارو او دوى ته به اجازه ورنكړو چې غير مسلكي ښوونكي استخدام كړي او له فرهنګ او كلتور سره ضد نصاب تدريس كړي موږ به د دوى نصاب او هره كړنه څارو.) هره ستونزه د امكاناتو له مخې اوارېداى شي، دا چې د پورته ستونزو د اواري لپاره پوهنې ته كافي بوديجه وركول كېږي كه نه؟ نوموړى وايي:((نه كومه بوديجه چې د ماليې وزارت راكوي كافي نه ده خو د ماليې وزارت غريب دى پيسې نه لري، زموږ ټولو اړتياو ته بوديجه نه راكوي. موږ به نظر پيسو ته ستونزې اواروو چې موږ ته څومره پيسې راكول كېږي او څومره پيسې د انكشافي پلانو او عادي پلانونو لپاره راكول كېږي، په همغه كچه به د ستونزو په اوارولو لاس پورې كوو. موږ غواړو د افغانستان د انكشافي زريزې موخو ته ورسېږو، چې دا موخې به په كال ۱۳۹۹ كې تر لاسه كېږي چې ۱۱ كاله وخت ورته پاتې دى، په دې مانا چې په كال ۱۳۹۹ كې به موږ په هېواد كې هېڅ داسې څوك نه مومو چې زدكړې ته لاسرسۍ ونه لري او د هېواد په كچه به هېڅ څوك بې سواده نه پاتې كېږي. مانا دا چې له اووه كلنۍ څخه تر ۱۸ كلنۍ پورې به هېڅ څوك ونه ليدل شي چې د زدكړې شرايط نه وي ورته آماده شوي. د دې زريزې م وخو ته د رسېدو لپاره بايد زموږ پلان شوې غوښتنې ومنل شي، خو كه د ماليې وزارت له موږ سره د بوديجې په راكړه كې م� �سته ونكړي نو موږ به په خپل ټاكلي وخت كې خپلو موخو ته ونه شو رسېداى.)) يوه لويه ستونزه چې په هېواد كې په ځانګړي ډول په پلازمېنه كابل كې زده كوونكي ورسره مخ دي هغه په مورنۍ ژبه د زدكړې نه وركول دي، همدا اوس په كابل كې دا ستونزه په پراخه ډول موجوده ده. ډېرى كوچني ماشومان چې كله د لومړي ځل لپاره په ښوونځي كې شامل شي له هغوى څخه لاره وركه شي چې څه زده كړي بله ژبه او كه ليك لوست؟ اصف ننګ دې ستونزې ته په كتو سره داسې وايي: ((موږ په پښتو او دري ژبو باندې د لومړني ښوونځي لپاره ۱۰۰ عنوانه درسي كتابونه، د متوسطې دورې لپاره ۹۰عنوانه درسي كتابونه، د درېيمو شپږو ژبو(ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او پاميري) لپاره هم ۷۲ عنوانه درسي كتابونه لرو. همدارنګه د ښوونكي لارښود كتابونه هم د لومړني ښوونځي لپاره۷۰ عنوانه د متوسطې لپاره ۹۶ عنوانه، د ليسې د دورې لپاره ۸۹ عنوانه او د درېيمو شپږو ژبو لپاره مو له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې ۷۲ د ښوونكي لارښود كتابونه تيار كړي دي. چې له دې ټولګې څخه يې۱۳۱عنوانه كتابونه چاپ شوي دي او نور هم تر چاپ � �اندې دي چې دا د افغانستان په تاريخ كې سارى نه لري ځكه چې تر دې مخكې چا دا كار نه و، كړى موږ د مورنۍ ژبې ا� �زښت په رسميت پېژنو او درناوى ورته لرو. موږ راتلونكي كال ته د دې ستونزې لپاره يو ميكانېزم هم لرو چې هغه م يكانېزم ډېر بې جنجاله دى. هغه به داسې وي: په كومو سيمو كې ډېرى پښتو ژبي دي هلته به ټول پښتو كتابونه وي او هم به درس په پښتو وركول كېږي او په هغه ځاى كې چې ډېرى دري ژبي وي هلته به ټول دري كتابونه وركول كېږي او هم به يې درس په دري ژبه وي. او د لويو ښارونو لپاره چې ګډ ژوند كېږي پخوا په پوهنې وزارت كې لاندې درې طرحې موجودې وې:� �ومړى دا چې په كومه سيمه كې چې د كومې ژبې غوښتنه كېږي هلته به ښوونځى ورته جوړوي، دا چې نظر د سيمې اوسېدونكو ته چې هلته څوك ژوند كوي په همغه ژبه به ښوونځى ورته جوړېږي، لكه دشت برچې چې ډېرى اوسېدونكي يې دري ژبي دي او يا هم كا� �ته نو چې ډېرى اوسېدونكي يې پښتو ژبي دي. او يا به په هر ښوونځي كې دوه ټولګي جوړېږي لومړى د پښتو او لومړى د دري ټولګى شپږم د پښتو او شپږم د دري ټولګى. دويمه طرحه دا وه چې وختونه به سره بېلېږي، مانا دا چې سهار كې به د يوې ژبې او ماسپښين كې به هم د بلې ژبې كسان ښوونځي ته ځي، د دوى ښوونكي به هم سره بېل وي. درېيمه طرحه دا وه چې په هره سيمه كې دې دوه ښوونځي جوړ شي يو پښتو ښوونځى او بل هم دري ښوونځى.خو اوسني وزير فاروق وردګ بيا دا يوه طرح ه هم ونه منله نوموړي وويل، چې زه نه سيمه په دري او پښتو وېشم، نه شاګردان په دري ژبو او پښتو ژبو وېشم او نه هم جلا ټولګي جوړوم. ښاغلي وردګ په دې طرحه سلا وكړه چې په هر ښوونځي كې دې نيمى درسي ميتود په پښتو ژبه وي او نيمى درسي مېتود دې هم په دري ژبه وي. نيم استادان دې په دري درس وركړي او نيم هم په پښتو، د دې طرحې ګټه به دا وي چې يو خو به ملي وحدت تامين شي، بل به زموږ معصومو او ماشومو شاګردانو ته څوك دا روحيه نه وركوي چې ته پښتون يې او ته دري ژبى يې، او بله دا ښېګڼه لري چې كله يو شاګرد له ښوونځي څخه فارغېږي په دواړو ژبو به پوره پوهېږي. كه چېرې بيا د كوم ښوونكي په اړه دا اطلاع تر لاسه كړو چې قومي او ژبنيو لانجو ته لمن وهي هغه به ډېر په چټك ډول د پوهنې وزارت لخوا له دندې ګوښه كېږي. موږ به دا طرحه د دولت كابينې ته وړاندې كوو د هغوى له تاييد وروسته به يې پارلمان ته د تصويب لپاره ولېږو.))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زماسره درب لپاره وژاړی", "output": "دوه څاڅکی دخدای ج لپاره ډیر خوښ دی یوهغه څاڅکی د وينی چه یو مجاهد یی دخدای ج په لار کی تویوی بل هغه څاڅکی داوښکی چه یو مسلمان یی دخدای له ویری تویوی زما هدف په دغه مضمون کی رب ج ته په اخلاص رجوع او پتی اوښکی دی چه د مثال په توګه یواځی دوو ځایونوته اشاره کول غواړم .1- دیعقوب ع اولادی چه خپل وړوکی ورور یوسف ع کوهی ته غورځوی ورسته یی د مصر په قافه باندی خرڅوی ورسته یوسف د غزت تخت رسیږی او د یعقوب ع اولاد د غلی تر لاسه کولو لپاره مصر ته ځی چه په د سفر کی دیوسف سکه ورور ابن امین ورسره نشته خو دوهم ځل لپاره دیوسف ع په غوښتنه بنیامین هم ورسره ملګری کوی دوی چه کله مصر ته رسیږی او غلی باروی غزیز مصر( لا تر اوسه دوی یوسف نه پیږنی ) یوسف خپل سکه ورور د غلا په تور راګرځوی د یوسف ع وروڼه چه کله کنعان ته رسیږی پلار ته یی د دوهم ورور بندی کیدلو خبر و� �کوی یعقوب ع ځامنو ته وایی تاسی چه کله یوسف ع بوت بیا کله را نه وستو زه په بنیامین د غلا ګمان نه لرم زما خدای ج ته صبر دی .لنډه دا چه یعقوب ع غزیز مصر ته د خپلو ځامنو په لاس خط لیږی . خو ځامن یی ډیر خفه له کوره ووتل کله چه یوی دښتی ته ورسیدل یو بل ته یی وویل قسم په خدای ج هلاک شوو هغه مو له یوسف سره نا رواوی او دا اوس د بنيامین پیښه پلار مو له غمه په سترګو ړوند شو که ښیراوی را ته وکړی مونږ به برباد شو . ورسته ټولو په ډیر عجز او اخلاص په سپرو خاورو کی خپل رب ته ګونډی ووهلی په داسی حال کی چه تر سترګو یی او ښکی روانی ژړل یی خپل رب ته یی ویل ای زمونږ ربه که ته پر مونږ رحم ونه کړی مونږ به د حد څخه تیریدونکو له ډلی حساب شو څرنګه چه خدای ج د بنده د عجز او ویری ژړا ډیره ذیاته خوښه ده نو پر دوی الله ج په همدی ځای رحم وکړ او په هم دغه ځل چه مصر ته ځی ټول مشکلات الله ج حل کوی . یوسف ع خپل ځان ور ښی او دوی ته عفوه کوی .2- د یونس ع د ما هی په نس کی د بندی کیدلو حکمت دا وو چه یوه ورځ د دریاب ماهیان خپل رب ج ته ژاړی او وایی ای ږمونږ ربه په انسانانو کی د داکتران او حکیمان پیدا کړی چه کله مریضان شی داکتر یا حکیم ته د درملنی لپاره ورځی . مونږ چه م� �یضا ن شو لور په لور ګرځو د درملنی څوک نلرو . لوی رب ج ته چه د مخلوق د عجز ژړا ورته ډیره خوښه ده د ما هیانو دغه غوښتنه قبلوی او ورته وایی کله چه یو له ستاسو زما نیک بنده یونس ع ته په نس کی ځای ور کړی او دغه زما امانت وساتی زه به یی ورسته ددغه ما هی نسل حکیمان وګرځوم په دریا بونوکی چه د نورو ما هیا نو به درملنه کوی .نو دغه یوه ښکاره اشاره دی ته ده چه د ما هیانو د عجز او ښکی قبلوم نو بیا به ولی د اشرف المخلوق الخصوص زما د حبیب حضرت محمد ص د امتیانو اوښکی نه قبلوم . ګرانو مسلمانانو د بنده ګی ټوله معنا عجز اخلاص او له خدای ج ویره ده اخلاص په د ما نا چه عبادت کوو نو تر خپله وسه به پکی کوښښ کوو مثلا لمونځ پر ټاکل شوی وخت په جم اعت سره سره له درستو احکامو په همدی ډول نور عبادات . عجز په د مانا چه هیڅ وخت به دا نه وایو چه سم عبادت یا ډیر عبادت می کړی یعنی اعلی ترین عبادت به ادنا ترین بولو ورسته به د خدای ج په در کی اوښکی تویوو چه خدایه زما دغه ادنا عبادت قبول کړه .او ویره خو په د مانا ده چه کله چه په بنده کی له خدای ج څخه ویره موجوده وی هیڅ کله هم نا روا کارونه نه کوی .د ټولو مسلمانانو د دارینو د کامیابی په هیله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند ته دولسمشر کرزي دوروستي سفر ګزارش", "output": "دښاغلي حامدکرزي دراتګ په موخه په لښکرګاه ښارکي خوراسخت امنيتي او تشريفاتي تدابيرنيول سوي وه دشنبې په ورځ دافغانستان جمهوررئيس حامدكرزي هلمندولايت ته دخپل يوه سفرپرمهال په لښكرګاه ښاركي ديوې پراخي غونډي پرمهال له دولتي مسئولينو،ديني عالمانو،قومي مشرانواوعاموخلكوسره وليدل.هلمندته دجمهوررئيس پدې سفركي دملي دفاع وزيرسترجنرال عبدالرحيم وردك،دكورنيوچارووزيرمحمدحنيف اتمر،دسيمه ايزوارګانونودخپلواكوادارې رئيس غلام جيلاني پوپل ،دملي امنيت رئيس امرالله صالح،په افغانستان كي د ناټوعمومي قوماندان جنرال مك كرستل اوشميرنورودولتي چارواكو ملتياكوله.دغونډي پرمهال هلمندوالي محمدګلا ب منګل ښاغلي جمهوررئيس ته ښه رغلاست ووايه اوله هغه څخه يي مننه وكړه چي هلمنديي په خپل راتګ سره ووياړئ.هلمندوالي وويل په تيرودووكلونوكي هلمنددډيرمثبتوپرمختګونوشاهد پاتي سوى چي پدې برخه كي جمهوررئيس حامدكرزي ځانګړې پاملرنه كړې.دغونډي پرمهال دهلمندولايتي شورارئيس محمدانورخان،قومي مشرخليفه محمد شيرين خان،اومحمدظاهرآرين خبري وكړې .ويناوالوپه خپلوخبروكي له جمهوررئيس څخه وغوښتل چي دهلمند سرحدونه بندكړي اوپه لري پرتوسيموكي دي امنيت ډاډمن كړي،نوموړو زياته كړه چي دبهرنيوځواكونودزياتيدوپرځاى دي افغاني ځواكونوته امكانات په لاس كي وركړل سي ترڅوافغان ځواكونه دخپلوخلكونه دفاع وكړي.دغوويناوالو غوښتنه وكړه چي بهرني ځواكونه دي خپلسري عمليات نه كوي اوپه خپلوعملياتوكي دي دملكي خلكودمرګ ژوبلي څخه مخنيوى وكړ.قومي مشرانوژمنه وكړه چي خپل سالم بچيان به دملي اردواوپوليسوليكوته ليږي اوپه نوروبرخوكي به هم دحامدكرزي په مشرى ددي دولت كلك ملاتړكوي.وروسته دافغانستان جمهوررئيس حامدكرزي غونډي ته دخپلي ويناپرمهال وويل چي په هلمندكي به دپوليسواوملي اردودروزني يومركزسي خوغوښتنه يي وكړه چي دهلمندخلك دي خپل زامن دملي اردواوپوليسوليكوته وليږي.جمهوررئيس وويل چي دهلمندقومي مشرانوورته پشنهادكړئ چي دمكلفيت دوره دي پيل سي چي ددې موضوع لپاره به يوه افغاني جرګه راوغوښتل سي ترڅودټول ملت په خوښه دغه كارترسره سي .جمهوررئيس په خپلوخبروكي زياته كړه چي په هلمند اودافغانستان په نوروسيموكي يي دملكي تلفاتودله منځه وړلوپه خاطردبهرنيوځواكونوله چارواكوسره خبري كړي ترڅوپه عملياتوكي ملكي تلفات كم اودشپې لخوابهرني ځواكونه دخلكوكورونوته ورنسي .جمهوررئيس حامدكرزي همدارازوويل چي دغه موضوع به دلندن په كنفرانس كي چي نژدي يوه مياشت بعده جوړيږي هم ياده كړي اوله ګډونوالوهيوادونوبه وغواړي چي دافغان ځواكونوپه پياوړتيااوروزنه كي مرسته وكړه.جمهوررئيس په خپلوخبروكي وويل چي دامنيت په راوستلوكي دولس ونډه ډيره مهمه ده ځكه كه يوولس امنيت ونه غواړي نه امنيت نسي راتلاى.ده وويل چي دافغانستان دولت يوازي تروريستان دله منځه وړل غواړي اودطالبانوپخلاينه.جمهوررئيس حامدكرزي وروسته ترغونډي دهلمندولايت ناوې ولسوالۍ ته سفروكړي اوهلته يي هم دخلكوپه يوه پراخه غونډه كي برخه واخيسته.ښاغلي جمهوررئيس دناوې خلكوته په خبروكي وويل چي ددې ولسوالۍ كانالونه،سړكونه،ښوونځۍ اوروغتيايي مرکزونه جوړيږي اودځوانانولپاره به دزده كړوپوره زمينه برابريږي.دناوې خلكودخپل جمهوررئيس تودهركلۍ وكړ اوله هغه څخه خپل ملاتړاعلان كړ.ناوه ولسوالي چي دلښكرګاه ښار په ديرش كيلومترۍ كي پرته ولسوالۍ ده نژدي يوكال وړاندي دامريكادسمندري ځواكونولخوادطالبانوڅخه پاكه سوه چي اوس يي خلك عادي ژوندلري.په هلمندکي دميشتوقومومونو له لوري دافغانستان اسلامي جمهوريت جمهورريس ښاغلي حامدکرزي ته له افغاني دودسره سره دافتخاربګړي ورپرسرکړه سوله اودهلمنددخلکوله لوري په روخام ډبري کي دښاغلي کرزي جوړسوي انځور دهلمنددقومي مشرانوله لوري ښاغلي جمهورريس ته ډالي سوله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزلعبدالسلام سلام - کراچۍ که همداسې توره شپه وي اوهوا همخدايه څه وکړمه نه وينم رڼا هم دادزړونو دوکانونه څومره تش ديموده وشوه چې څوک نه لري سوداهم په دې ښار کښې چې دا کومه وبا راغله د علاجه لاس په سر شو مسيحا هم ستا دشونډو نه بغېر ئې علاج نه وۀکه دې زخم له مې کړې وي دوا هم سلام ځکه په خپل زخم باندې خاندي بې ارزښته شي، چې ډېره شي ژړاهم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان دكابل د ولكې په انتظار (د امان الله ایمان لیکنه", "output": "اودكرزي په حكومت كې اداري فساد ، بې اعتمادي اود نشه يي توكيو قاچاق فكر كيده چې طالبيزم به دومره م� �دوده مفكوره وي چې دامريكايي ځواكونو له راتګ اودطالبانو له ماتې سره به بياهيڅ افغاني وګړى ددوى دحكومت ،م فكورې اونظام هيله اواميد ونكړي ، له مركز نه ددوى دځواكونو ترشاتګ اودشمالي ټلوالې تر حاكميت وروسته تر ډير ه بريده داخبره ريښتونې هم وه ، دطالب نو اخيستل جرم وو ان تر دې چې پدې اړه بحث اوخبرې كول هم له خطره خالي نوو ، دامريكا دپاليسۍ سره سم نوي حكومت هم پدې ټينګښت كولو ، چې طالب دهر چيرته سركوب اودافغانستان له مخ ندې ورك شي ، هغه وو چې اكثر ديني افغان زده كوونكو (طالبانو ) دپاكستاني مدارسو په لور مخ كړ.چابه داسې انګيرله چې داوړۍ به بياشړۍ كيږي (طالبان به بيا سر راپورته كوي؟چاويل هغه دامريكايانو په اتومي بمونو وژل شوي ګوډاومات ځواكونه به بيا په افغانستان كې پلويان پيداكوي اوځواكمن كيږي به ؟ داسې انګيرل كيده چې همدا ټ� �واله ،حكومت ، دامريكايانو هميشنى شتون اوافغانستان به وي .رښتييا وايي چې افغانان هر وخت ساده تو ب كوي چې په هر څه كې ياډير افراط كوي ياډير تفريط ،هغه وخت دطالبانو په سركوبوالي كې دپرديوپه اشارو دومره زياتوالى و� �و چې حتى ځينې اړشول اوګاونډهيواد ته يې ګډوالۍ غوره اوپيل كړه .هغوى نور په دې هيوادكې ددينې مدارسو جوړول اوددينې عالمانو پكې تدريس كول ناشوني ګڼل ، چې تر ډيره بريده همداسې وه هم شوه ، هغوى نونورداملك په امريكايانو خرڅ شوى ګاڼه ، هغوي داملك نيولى اواشغال شوى هيواد ګاڼه ،هلته له پاكستان نه هر وخت داګيله لرو چې ګواكې زموږ په داخلي چارو كې لاسوهنه كوي خودې ته موبيا پام نه كولو چې په ټوله نړۍ كې دطالبانو نږدې خواخوږى اوملاتړى له هره پلوه پاكستان دى اوداموهم نه انګيرله چې لكه څرنګه چې دطالبانو په لومړيو كې بشپړه م رستندوى همدغه پاكستان وو ،نواياددوهم ځل لپاره داشونې نوه لكه چې اوس شونې شوه چې بيادې ورسره هماغه مرستې وكړي اودطالبانو دځواك جوګه دې شي ؟ اوداموقع مو په خپله په لوى لاس اوله افغاني طالبانو سره دبشپړ خيانت په پايله كې په لاس وركړه .اودامونوره ناشونې ګڼله چې دالوبه بيا پاكستان تكرار كړي اوله دې موقع نه به دافغانستان په زيان ګټه پورته كړي ؟مودې وشوې اوهمدا وضعه همداشانته په منفي لور روانه وه اونيږد ې وه چې مركزي حكومت په خپله دمركزي چارواكو له لاسه لانورهم يواړخيزه اوتخليه شي اوحكومت يوې منفوره ډلې ته وسپارل شي ،وزيران ووژل شول ، قتلونه وشول ، قاچاق زوروموند ، اختطافونه رامنځته شول ،سمت بازۍ ګرمې شوې، نو� �نو هر څه خپل ګڼل كيدل اودافكر كيده چې څرنګه كيداى شي چې نور هم حكومت تر يوخاص ولايت ځانګړ ى اومحدود كړي هسې هم نورنو طالبان اوالقاعده له صحنې نه ايستل شوي اومخ په وركيدو بلل كيدل ؟ !!له ذكر شويو ټولو لام� �ونو سره سره ، هغه په افغانانو كې يومتل ده چې ډارن له خپله ډاره په دښمن كذار كوي طالبان كه دقوت له امله نوو نو دخپل نابود راتلونكي له وهمه يې دكرزي په اداره يوښه ګواښونكى ګذار وكړ اوله دې موقع نه ګاونډيانو ښه ګټه پورته كړه اوښايي ددې زخم پټي كيدل بياډيرو درملنو ته اړتيا ولري . ګاونډيانو له څه نه ګټه پورته كړه ؟اول خو داڅرګنده خبره ده چې ((خپل مال ساته اوهمسايه غل مه نيسه )) لومړى موبايد ځانونه داسې سمبال كړو چې ګاونډ ته ددې موقع په لاس ورنكړو چې په چاروكې مو لاسوهنه وكړي اوزموږ له مجبوريته ګټه پورته كړي اوكنه داخو يوه منلې اوانساني ځانګړنه ده چې يو څوك خپل ځان نه سموي ،خپلو ستونزو ته دحل لاره نه لټوي او� �اهم ستونزو ته لمن وهي نو ګاونډ اړده چې له داډو ل ناپوهيو نه ګټه پورته كړي اوسره لدې چې له اوږدې مودې راهيسې موږ (افغانان ) پدې تر خه تجربه كې ښكيل يو اوهر وخت په خپله ګاونډ ته دلاسوهنې لاره هواروو .په دوهم پړاو كې دې هم دوى(ګاونډيانو) ته موقع په لاس وركړه چې ګواكې نور موطالبان دځان ونه بلل ، له صحنې نه مو ددوى مح وكولو ته زور وركړ اويو ه منفوره اومنفي مفكوره مو نړۍ ته ورپيژندله ، مدرسې مخ په بنديدو و ې،ددېنې مدارسو دتع� �يم كچه مخ په ځوړند روانه وه ، دينې علومو ته ارزښت ورځ په ورځ كمښت موند له دې سره نور په حكومت كې دننه ځينې فسادونه رامنځته شول نو هماغه وو چې ګاونډيان ددغه شانته ورځْې په انتظارناست وو اوخپل افغاني طالبان مو په خپل لاس پرديو ته وركړل حتي ځينو افرطينو خو لاداهم ويل چې : داطالبان نه بلكې پاكستانيان دي اوله س� �ه مو دافغانيت هويت ورڅخه سلب كړى وو نو له دغه منفي كړنواوچلند سره څرنګه له دوى نه داهيله ول� �وچې ګواكي دهيواد امنيت مه خرابوئ اوسره لدې چې يوچاته دژوند اوافغاني هويت حق نه وركوو ، دخپل هيواد يې نه بولو اوپه سركوبولو كې يې له هيڅ راز اودځواك له استعمال نه سپما نه كوو ، نو دوى(طالبانو) ته به دحكومت اوخپلو مخالفو لوريو ژوند څه ارزښت اومانا ولري ؟ ؟؟ مجرمينوته غټې چوكۍ، له طالبانوسره ددولت منفي سلوك اومنفي اغيزي :ځينې هيوادوالو بيادافكركولو چې دطالبانو دمفكورې ياد دوى په له منځه وړلو كې دومره شدت ښايي ددې لامل شي چې نورهر حق خپل اهل ته وسپارل شي ، دكابل په زخمونو به پټۍ ولګول شي ، يتيمانو حقوق به وركړل شي اونورې ورته نارې اوسورې كوم، چې پرې وغوليدو خوبالعكس هماغه دكابل ورانوونكو ته لويي چوكۍ وركړل شوې ، عفوه شول ملت مايوسه شو اوپه دولت يي نورهم اعتبا رله لاسه وركړ ، چې دې كار هم دطا� �بانو دځواك لپاره ښه لاره هواره كړهاوددې تر څنګه بهرنيو ځواكونو په يونامه بل نامه دهيواد اكثر وځور ول ، په وينو يې بيا ولمبول دالقاعده په نوم اوپه بل نوم .....دجنوب ډيرى ولايات ددې لوبې لانهايت كوربانه شول يوځل بيا ورته مرګ ميلمه شو ، بې سواد ي خپل كرغيړن سيورى پرې هواركړ چې دې په خپل ځا ى سره يوه ګواښونكي بغاوت ته لاره هواره كړه .دمجرمينو له عفوې سره سره دطالبانوسره دومره زياتى وشو چې ددوى نومونه دغربيانو تور� �يست ته ولويدل نړۍ ته خپاره شول ،ددو ى په نيولو لكونه اوميليونونه ډالر وټاكل شول چې داكړنې هم دمخالف لوري په ضد احساساتو راپارولو كې بې مرستې نشي پاتې كيداى . له طالبانوسره حتي داسې سلوك هم و� �ول چې دهماغه ددوى دخواخوږي هيواد (پاكستان ) له لوري دودى مشران ياسياسي استازي په امريكايانوخرڅ شول ، ك� �ونه كلونه بې پوښتنې اوكرويږنې په بې قانونه اوبې رحمانه توګه په زندانونو كې ولويدل چې ښه بيلګه يې دهغه وخت په پاكستان كې سفير (ملاعبدالسلام ضعيف ) اودده د ځوريدونكوحالاتوښه شاهد دده كتاب (دګوانتاناموانځور) ديادونې وړده پدې اړه حتى ځينې لادادعوى هم كوله چې غربيانواوددوى پلويانولاخپل غربي قانون هم په پام كې ونه نيولو اوورته ژمن نشول ځكه په هيڅ قانون كې دسياسي سټوسره دارنګه بې انسانيته چلند نه شوى او نه روا بلل شوى ، خودطا� �بانوسره ترسره شو. پايله :طالبان د يوه سياسي مخالف په توګه ددولت له لوري په رسميت پيژند� �:وړاندې موياده كړه چې داټولو تحميلي ناخوالوسره يوځاى اوپه پايله كې ديته لاره هواره شوه چې هماغه له م ينځه تللي طالبان يوځل بيا دنوې ادارې دكمزورتيا لپاره يوه ښه ملاماتوونكى ګواښ شي .اوهمدغه ددوى شړلو ديته زمينه مساعده كړه چې ګاونډي له موقع نه ګټه وكړي ، دطالبانو روابط له نورو ډلوسره ځواكمن شول اوله دولت سره ورځ په ورځ مخالفت زور واخيست اونورپه دولتي كچه ددوى حاميان راڅرګند شول اوپه عملي ډګر كې پايله داشوه چې قريب نيم افغانستان بيادخپل ملاتړ لپاره دنوې ادارې په خلاف چمتوكړي ،اوسياسي برياليتوبونه لاترلاسه كړي ، هرځاي غلچكي بريدونه ترسره كړي چه ښه بيلګه يې دايټالوي خبريال په وړاندې دطالبانو۵ جګپوړو مشرانوله بنده خ� �اصول وو چې دې نورهم دولت ته دبې اعتبارۍ رنګ ورتازه كړ اودافغانانو ارزښت يې دبهرنيانو په وړاندې له هيڅ سره پ� �تله كړ . نورنو عامه خلك اړشول چې نورددولت دله منځه وړلو لپاره پښې رالوڅې كړي اودخپلوحقوقو دګټلواوترلاسه كولولپاره هځې كړندۍ كړي .همدغه عمده لاملونه شول چې يې هغو وركو طالبانوته دومره نظامي اوسياسي ځواك ورپه ب� �خه كړ چې چايې فكرلاهم نه كولو ، ان تردې چې په ځينوجنوبي ولاياتوكې يې دحكومت دشتون سره سره په مول وهلومخونو په سپينه ورځ مطبوعاتي كنفرانسونه وركړل اوپه حكومت يې ځان ديوه سياسي رقيب په توګه ثبوت كړ ، چې ښه بيلګه يې ديوويشتوكوريايانو په رڼاورځ تښتونه اوله دوى(طالبانو سره ديوه سياسي لوري په توګه خبروته كيناستل وو .طالبان اوس پدې باوردي چې ورځ په ورځ ځواكمنيږ ي، پلويان يې ډيريږ ي اودنوي حكومت داخلي اوبهرنى قوت و� �ته مخ په راټوليدوښكاري چې يولدينه دميدان وردګو ولايت چې له مركز سره ګډه پوله هم لري ،ديادونې وړده پردې سربيره نوموړى ولايت په ټول هيواد كې دښه ټيكاو بيلګه ګڼل كيده .ويل كيږي چې طالبانو دحزب اسلامي په ګ� �ون دهيواد په شمال اوجنوب كې دومره مخ په ځواكيدو روان دى چې ښايي يوه ورځ دوى هم ديوې داسې ورځې دليدلو ننداره وكړي لكه روسان چې له افغانستان نه دماتې او وتلو په حالت كې وو اودوى لانورهم دې هڅو ته دوام وركوي او ورځ ت� �ورځې يې بريدونه زور مومي اودكابل ولكه كولو ته شپې شميري ،موقع ته انتظارباسي اوخداي ناخواسته نو هغه وخت به بيانړيوالو دوينو سيلاب په افغانانو رامات كړي وي طالبان خودومره مجرمين ندي لكه كوم بې وړتيا كسان چې ددوى تر څنګ دحكومت په ګډيو خيټې اچولي دي نوصحنې ته ددوى نه راګډول لدې پرته چې نړيوال دې هم دافغانانو دبيا وينوتويولو هيله ولري بله كومه بريانه ترينه جوتيږي . نودمخنيوي لپاره يې غوره لاره داده چې په � �يښتونې توګه دې مذاكرات وشي ، يوبل ته دې په خپلو دريځونو كې انعطاف وكړي اودخبرولپاره دې لاره هواره شي چې نورله پيله دستونزو سرچينه اومصدر له منځه يوړل شي اوحكومت بايد هغه كسانوته چې غواړي دملت اوافغانانو پدغه سوله ييز آرمان په پوره كيدوكې خنډ اوځنډرامنځ ته كوي په صحنه كې ځاى ورنكړي .اوكه نه نوبيادهم اغه كسان چې نه غواړي دافغان ملت دغه ارمان پوره شي ، دمقابلې لپاره وروړاندې شي اوله دوى سره يې دې م خامخ مالومه كړي اوكنه نوردې دجنوب كړېدلى اومظلوم ملت په وينو اوبدمرغيونه لړي اولږ دې دهاغه كړيدلو هيوادوالو دغه مظلومواودردناكوچيغوته غوږ ونيسي اودسولې ډيوه دې ورته انعام كړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سيند", "output": "سيند زه دسيند پرغاړه پريوه کمره ولاړ سيند ګامونه وهي داسې لکه له خوښۍ چې څوک ټوپونه وهي سيند دچاله شوخ نظرنه خوند اخيستی سيند ته چادزړه خبرکړې ده سيند دلمرروڼ تصوير په زړه کې ساتي سيند هريو سپين کمر ته غيږ ورکوي سيند دزړه له اخلاصه سندرې وايي سيند څوک نه م� �امتوي سيند ته څوک ليونی نه وايي سيند دزړه ټول بړاس په سندرو باسي زما دسيند همدا رندي خوښه ده زه دسيند پر غاړه له لمانځه وروسته لاس په دعا زړه کې مې راشي چې له خدايه تا وغواړم بيا ځان راته بد ښکاره شي هغه خبره چې ستا پلار ته يې کولی نشم خداي ته يې په ورځ کې هرڅوځله ولې کوم کله بياځان په دې تسکين کړم چې هرکارقسمت کوي د رب به اراده همداوي زه څومره ناتوان يم سيند بيالکه ماغوندې نه دی سيند دحال په ژبه هرڅه په ښکاره وايي کاشکې چې زه هم لکه سيند غوندې بې پروا واي سيند سندرې وايي خو دسيند له زړه راپورته شوی بړاس راپورته شوی يخ باد په سړي داسې لګي لکه دښکلو له خولې ترخې خبرې سيند سندرې وايي خپله مينه ستايي دمنزل په لور په مستۍ روان دی خو زه لاهم دسيند پرغاړه لاسونه مې دعا ته جوړ بياهم تاپه دعاکې غواړم بياهم خپلې ناتوانايي ته حيران ستاچوپتيا ته سودا وړی يم بياهم دي ته حيران چې مونږ ولي هر څه په زړه تيروو د1387کال دسلواغې 27مه بازارک دپنجشيردسيند پرغاړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په امريكا كې يو سړي دوه ديرش تنه په ډزو ووژل", "output": "دامريكا په ويرجينا ايالت كې يو وسله وال سړي لږترلږه دري ديرش زده كوونكي په ډزو و ووژل.ددغه ايالت پوليسو وويل:وسله وال سړى دويرجينا دانجينرۍ پوهنتون ته ترننوتو وروسته پرزده كوونكو ډزې وكړي او داپيښه يي رامنځ ته كړه.په ډزو كې پنځلس تنه نور زده كوونكي ژوبل شوي هم دي،عيني شاهدانو وويل:په ژوبلو شويو كسانو كې ډيرى هغه زده كوونكي دي چې د ډار له امله له كړكيو څخه دتيښتې پرمهال ترپښو لاندې شوي دي.بريد كوونكى ترډزو وروسته خپل ځان هم وواژه.دغه پيښه دامريكې په تاريخ كې ترټولو خونړۍ بلل شوې ده.دامريكې ولسمشرجورج ډبليو بش ترپيښې وروسته دتلويزون له لارې دقربانيانو دكورنيو سره خواخوږي وښوده او زياته كړه چې دپيښې په رامنځ ته كيدو هك پك شوى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ګوانتانامو له زندانیانو سره د امریکا دوګونی چلند", "output": "میرویس جلالزی د امریکا د ټولنیزو آزادیو یوې ټولني د حکومت په هغې پریکړې سخت انتقاد کړی چې وای د ګوانتانامو په زندان کې د بندي کړای شویو کسانو له ډلي څخه به ۴۷ تنه تر یوې نامعلومي مودې پوري له محکمې پرته وساتل شي. د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې په دغو کسانو کې داسي څیرې شته چې د امریکا کورني امنیت ته جدي ګواښ کڼل کیږي خو تر نیول کیدو دمخه او وروسته تر اوسه پوري د هغوي پر وړاندي مستند شواهد ندي تر لاسه شوي او دغه کسان باید تر هغه پوري چې پر وړاندي یې شواهد او مدارک را ټولیږي امریکایۍ محکمې ته حاضر نه کړای شي. د امریکا د مدنې آزادیو د ټولنې اجرایوي مدیر انتوني رومیرو ویلي چې د ګوانتانامو له بندیانو سره د امریکا د دولت دغه دوه ګونۍ چلند به د اوبهاما هغې پریکړې ته زیان ورسوي چې وایې د ګوانتانامو زندان به وتړي دا ځکه چې که چیرته دغه کسان بیا هم محکمې ته حاضر نه کړای شي نو دا به د ګوانتانامو زندان تړلو ته یوه سمبولیکه بڼه ورکړي. د عدلیې وزارت چارواکو ویلي چې تر اوسه یې له دغو ۴۷ بندیانو سره د بیل سوک په اړه له بارک اوبهاما سره خبري ندي کړي خو په ټوله کې د دوي ژبه یوه ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څانګه لاړه", "output": "ځوانيمرګې څانګې ته! د ژوندون له ونې ماته شوله څ انګه په ملاماته شوه، ميراته شوله څانګه د مرګي توپان ګلانو ته پرې نه ښوه بس غوټۍ وه، غوټۍ پاته شوله څانګه واسپوږمۍ وه د شمشاد په دنګو څوكو حيف د تورو وريځو شاته شوله،څانګه يواځې ياد يې د باران په څير راووريخپله ورته يوې برېښناته شوله څانګه تش غبار يې د يادونو په زړو پرېښود د تيز سپور په څير فنا ته شوله څانګه د ماحول حرارت يې ژوند اوبه كړ د بخار په څير هوا ته شوله څانګه شنه خندابه يې په زړونو كې راشنه وي مرګه خيردى كه ستاخواته شو� �ه څانګه توتكۍ چې د سهار په دې دنيا وه زمزمو باندې ماوا ته شوله څانګه ګور يې كور د رڼاګانو شه همته اړ زموږ دغې دوعا ته شوله څانګه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تعبير يې كړى زما پر رقيبانو به چپه شي . .", "output": "د ښکلا خبري دا دى د افغانستان په ټول تاريخ كي زموږ هيواد د لومړي ځل لپاره په آزاده او ديموكراتيكه توګه د پارلمان جوړېدو له پديدې سره مخ دى، كه څه هم موږ تر دې مخكي پارلمانونه لرلي دي خو هغه په رښتينې توګه د افغانانو استازي پارلمانونه نه وو. خو د اوسني پارلمان جوړېدو لپاره چي په څنګه كيفيت سره چمتووالى نيول كيږي دا ډېر بيسارى دى. خو ورسره په مخكي پرتې ستونزي يې هم له شمېره وتلي دي، موږ خو به دا ومنو چي ټولو افغانانو ته په آزاده، مخامخ او پټه توګه د رايي وركولو زمينه برابريږي، خو دا چي د ولس د اكثريت ذهني كچه مو ډيره ټيټه، له سياسي شعور څخه لږ برخمن او د خپل خيروشر له توپير څه عاجزه دى، كه څه هم ځيني دا دعوه كوي چي ولس مو پوه شوى دى، ښه او بد پېژندلاى شي او وړ كانديد ته رايه وركولاى شي، خو دا هسي يوه خوشبيني ده. ډېر تريخ واقعيت دا دى چي ولس مو له سياسي او ملي څېرو سره لږ آشنا دى، او د ولس ذهنيت مو د زورواكو، سياسي مداريانو، ملي ضد اشخاصو له خوا ترور شوى دى، هري خوا ته چي يې زړه شي همغي ته يې كږولاى شي. نو دا مهال د دې امكانات فوق العاده زيات دي چي جوړېدونكي پارلمان ته به همدا غله، قاتلان، ملي ضد، بېسواده، له فكري او ذهني بحران سره مخ څېرې رواني وي. موږ په اوسنيو چټكو او حساسو حالاتو كي په لنډ مهال كي د ولس د ذهني روښانتيا او اوچتولو هيله نلرو او نه د زورواكو او سياسي جادوګرو د مخنيوي توان لرو، خو يوه د لږ خلاصون لار چي را پاته ده هغه له سپېڅلو، ملي او شعوري كانديدانو سره د همږغۍ پر پلان او پروګرام باندي كار كول دي. كه چيري د افغانستان له هر ولايت څخه دوه-دوه تنه په ملي فكر او شعور سمبال وكيلان ولسي جرګې ته ولاړ شي، نو دوى كولاى شي چي يو لاس او يو ږغ شي، د حكومت پلوو او حكومت مخالفو ډلو تر څنګ د يو ه دريېم ځواك په توګه د افغانستان او افغانانو په ګټه د ملي فكر سنګر ونيسي، دوى به ګوري كه حكومت داسي يو پلان او فرمان را وړاندي كوي چي هغه د افغانستان په ګټه وي، طبعي خبره ده چي حكومت پلوه ځواك به يې ملاتړ كوي نو دغه درېيم ځواك به ورسره يو ځاى كيږي په دې توګه به اكثريت جوړوي او پرېكړه به د اكثريت پر بنسټ كيږي. كه د حكومت پلان او فرمان د افغانستان له ملي گټو سره ټكر درلود، نو طبعاً د حكومت اپوزيسيون په هر حال كي ورسره مخالفت لري، بيا به ملي ځواك له اپوزيسيون سره يو ځاى ږغ پورته كوي. نو په دې توګه سره موږ كولاى شو چي يو نسبتاً نورمال او څه نا څه په معيار پوره پارلمان ولرو، او سر له همدا اوسه لا بايد ټول د ملي فكر كانديدان د افغانستان له ګوټ-ګوټ څخه سره په تماس كي او همږغه و اوسي. موږ د ښكلا په دې گڼه كي د افغانستان له بېلابيلو ولايتو څخه د نسبتاً وړ كانديدانو اعلانونه او انځورونه خپروو، ښايي دوى غوندي نور اهل كسان به هم وي خو موږ سپېڅلو او شعوري كانديدانو ته د يوې بېلګي په توګه په پارلمان كي د درېيم او ملي ځواك د جوړېدو لپاره د همږغۍ په نيت دا كار كوو او هيله لرو چي دا دريم ملي ځواك جوړ او د خپل ويښ شعور د رڼا تېغونه د بې شعوره او ملي ضد ذهنونو د بلا ګانو تر سترګو وباسي. تعبير يې كړى زما پر رقيبانو به چپه شي چپه كاكل مي خوب كي د جانان ليدلى دى د ښكلا د څښتن په امان www.benawa.com/skala"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل زندانونو دبرېښنا او اوبوچاري له سره جوړيږي", "output": "کابل ٢٧ وری په راتلونکو څلورومیاشتوکي به دکابل ښار دنارینه و د توقیف ځايونو د کوټو، دابو او بریښناسیستم او دڅارني برجونه له سره جوړشي . اوټول ټال یوسلوڅلوراتیازره امریکایي ډالره به ورباندي ولگول شي . له بلي خوا په افغانستان کي دزندانونودحالت دښه کولودنړیوالوهڅو په پایله کي دچهارشنبې په ورځ په کابل کي دڅرخي پله دزندان دبیارغوني کارهم پیل شو. دکابل دڅرخي پل زندان بنسټ دمحمدظاهرشاه په دوره کي ایښودل سوی او په د یارلس سوه شپږ پنځوسم لمریزکال کي پرانستل شو، په افغانستان کي دجگړې اوږده کلونه ډیر افغانان پکښي ترې تم شول چي اوس ددې زندان هر هډ ،گوډ بیارغوني ته اړتیا لري . دملگروملتونو دسازمان په چوکاټ کي دنشيي موادواوجرمونودمخنیوي اداره یا اين او ډي سي به په دې کار لس ملیونه امریکایي ډالره ولگوي چي شپږ ملیونه یې دایټالیاددولت له خواورکول کیږي . ددې ادارې دراپورله مخي دڅرخي پله دبیا رغوني کاربه په راتلونکو دوو میاشتوکي بشپړشي . اودبیارغوني دالړۍ به دولایاتوزندانونوته هم وغزول شي . یو،ان ،او ،دي ،سي په پام کي لري چي په څرخي پله کي دبندیانولپاره د بدني روزني اوسپورټ ځایونه ،حمامونه او له کورنیوسره دلیدوکتوجلا جلا خوني جوړي کړي . دڅرخي پله دزندان دبیارغوني لپاره دایټالیادولت کابو یوسل اونوي زره امریکایي ډالره مرسته کړې چي اویازره یې د زندان دلومړي بلاک اوپاتي به یې ددوهم بلاک په رغولو ولگیږي . له نشي موادواوجرایموسره دملگروملتونو دا ادره په افغانستان کي له دیارلس دواتیایم کال راپه دې خوا فعالیت کوي . دوی د زندانونو دحالت د انساني کولو لپاره د زندانونو داداروکار کو نکو ته له بندیانو سره د نړیو الو معیارونو له مخي اخلاقي چلند هم ورزده کوي . دبگرام اوکندهار په دوسترو زندانونو چي دایتلاف دځواکونو په واک اود څرخي پله له محبس سره په افغانستان کي اته واړه غټ زندانونه موجود دي . خوپدې سربیره د سمیزو قومندانانو او زور واکو ترلاس لاندي د لس هاو زندانونو دشتون خبره هم اټکل کیږي . دملگروملتونوبیلابیلي ادارې چي دبشري حقونودخوندي کیدو لپاره کارکوي بیا بیا په افغاني زندانونو کي دبندیانو له خراب حالت څخه اندېښنه څرگندوي او د ورتگ او جاج اخیستني غوښتني یې کوي . په افغاني توقیف ځایونوکي دبندیانو ناوړه حالت د هغوی وهل کوټل کیدل اوږدې مودې او غیرقانوني ډول په بندکي ساتل کیدل ، دخوراک اوڅښاک ناوړه حالت د روغتیایي اسانتیاوونه شتون او په ځیني برخو کي په هغوی باندي جنسي تیری هغه څه دي چي دبشري حقونو څارډلي یې له نړیوالو نورمونو څخه سر غړونه بولي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرال عظيمي : اتم ثور نه لمانځل کيږي.", "output": "دملي دفاع وزارت وياندجنرال محمدظاهر عظيمي دسې شنبې په سهاراته بجې په يوه تيليفوني اړيکه کې بينواته وويل چې دهيواددازادۍ جشن يااتم دثوربه په هغه شان چې پخوالمانځل کيده وبه نه لمانځل شي.خوعظيمي زياته کړه چې کيداې شي چې په ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دولسمشرلخواديولړمح دودومراسموپه ترڅ کې به ولمانځل شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ کاري موکه", "output": "د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ کاري موکه اداره: د اتصالاتو مخابراتي شبکه د دندې ځای کابل دنده: د حکومتي ادارو سره د شبکې همغږی کونکی قرارداد: دایمي هغه کسان چې د افغانستان د حکومتي ادارو له تشکیلاتو سره بلدتیا ولري او په افغاني قوانینو پوهیږي کولای شي چې خپل اسناد په لاندې پته د روانې میلادي میاشتي تر وروستۍ نیټې پوري را ولیږي. Address :Shahr-E-Naw, Supreme tower ,Beside Ministry of Women Affairs, Kabul AfghanistanEmail: careers@etisalat.af"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هالنډ د زلزله ځپلو سره مرسته کوي", "output": "هالنډ: نن په هالنډ کې تلویزوني پروګرام د پاکستان د زلزله ځپلو لپاره ځانګړی شوی دی ٤ د لړم ١٣٨٤ هالنډ: نن په هالنډ کې تلویزوني پروګرام د پاکستان د زلزله ځپلو لپاره ځانګړی شوی دی . مرستندویو موسسو او ازادو رسنیو په ګډه دغه پروګرام جوړ کړي. تمه ده چه له دغې لارې به عملأ ٨٠٠٨٠٠ بانکي نمرې ته چې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ځانګړی شوی ، زلزله ځپلوخلکوته ډېري مرستي راټولي کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې يو ناروېژى مسلمان شو", "output": "دچارشنبې په ورځ په پلازمينه کابل کې دناروې هېواد يو تن اوسېدونکى له عيسويت نه د اسلام دين ته را واوښت . تازه مسلمان شوى نارويى وايي اسلام ته د را اوښتلو لامل د عيسويت په دين کې د ځينو ملاحظاتو شتون دى،.په دې وروستيو څو کلونو کې سټيګ ټراويک نهم کس دى چې د اسلام په سپېڅلي دين مشرف کېږي . سټيگ ټراويک چې له مسلمان کېدو وروسته دسترې محکمې له خوا دحجت الله په نوم ونومول شو نه يې غوښتل چې عکس يې خپور کړى شي دى وايي ٣٨ کاله مې عمر دى او د نور شخصي ژوند په اړه هم څه ويل نه غواړم .تازه مسلمان حجت الله وايي چې د پخوا راهيسې مې د يو ډيپلوماټ په توګه دنده اجرا کړې ،او اوس د افغانستان ،پاکستان او ايران دکډوالو سره دمرستې په برخه کې ديوې بهرنۍ موسسې مسوول يم چې دفتر يې په کابل کې دى .دسترې محکمې د افتا ريئس قضاوتپال مولوي محمد صديق مسلم د تازه مسلمان شوي نارويي حجت الله مسلمان کېدل په يوه نيک ګام سره ياد کړل .له ښاغلي مسلم مو وپوښتل چې په دې وروستيو کې ديو شمېر عيسويانو اسلام ته د را اوښتلو په اړه افغانان دشک په سترګه ګوري چې ګواکي دوى په همدې موخه د اسلام له نامه ناوړه ګټه ا خلي په دې اړه ښاغلي مسلم وويل چې موږ ته نوموړو مخامخ په مسلمان کېدلو شاهدي ويلې دا چې د دوى په زړونو کې هر څه دي خپلواکي لري . له دغه نارويژي وړاندې اته تنه نور د نورو دينونو خلک چي د چين ،کاناډا،ايران او هند د هيوادونو اوسېدونکي وو د اسلام دين ته را وا ووښتل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یوه ډله چې ځان د تورې بورې محاذ بولي د امنیه قومندان وژنه د ځان کار بولي", "output": "نن سهار لس بجي دننګرهار ولايت دچپرهار د ولسوالۍ دسري قلعه په سيمه کي دچپرهار دولسوالۍ دامنيه قومندان (قيوم همدرد) � �اټسن موټر دتوره بوړه جهادي محاذ مجاهدينو لخوا دريموټ کنټرول ماين په ذريعه والوزول شو چي په نتيجه کي يي دامنيه قومندان موټر په بشپړه توګه ويجاړ شو اوپکښي ناست امنيه قومندان(قيوم همدرد) سره دپنځو تنو عسکرو ځاي پر ځاي ووژل شو .دا ټکی یو کس چې ځان د تورې بورې د محاذ په نامه د یوې وسله والي ډلي ویاند قاري سجاد بو� �ي څرګند کړ. د چپرهار امنیه قوماندان د چهارشنبې د سهار په لس بجو په یوه چاودنه کې ووژل شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په گرمسير کې د دوهمي ورځي لپاره سخته جگړه ده", "output": "د هلمند په نا آرمه گرمسير ولسوالۍ کې د ناټو او افغان ځواکونو له خوا د طالبانو پر وړاندي سخت عمليات روان دي .له گرمسير ولسولۍ څخه را � �سيدلي وروستي رپوټونه واېې چی د امريکي سمندري ځواکونه د ولسوالۍ د مرکز په لور پرمختگ کوي او يو شمير دولت ضد وسله وال پکې تر اوسه وژل شوي دي .ناټو ځواکونه واېې چې د عملياتو په لومړنيو ساعتونو کې گډو ځواکونو د وسلو يوه زيرمه چې له راکټ لانچرو او چاوديدونکو توکو ډکه وه تر لاسه کړي ده .رپوټونه واېې چې په دې عملياتو کې يو شمير ولسي افغانان هم له دواړو غاړو په مرميو لگيدلي او يو شمير ټپيان ايتلافي ځواکونو په خپلو چورلکو کې د معالجی لپاره پوځي روغتونونو ته ليږدولي دي .ناټو ځواکونو هم منلي چې يو شمير کوچني ما� �ومان چې د طالبانو په بريدونو کې ټپي شوي وو دوي معالجې لپاره له ځان سره وړي دي .په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دن مکنيل واېې دا عمليات به تر هغه روان وي تر څو چې په گرمسير کې د کوکنارو کروندې له مينځه يوړل شي او ټولي هغه لارې ېې طالبانو پر مخ وتړل شي د کومو په مرسته چې وسلې راوړي او کوکنار بهر ته ليږدوي او وخت ناوخت د همدې لارو په مټ د پولې يوې او بلي غاړي ته اوړي را اوړي.د طالبانو وياند قاری محمد يوسف هم په دې جگړه کې د خپلو دوه ملگرو د وژل کيدو او څو تنو د ټپي کيدو پخلی کړی خو افغان او ايتلافي ځواکونه بيا د مخالفينو مرگ ژوبله تر دې هم ډيره بولي .د هلمند د پوليس قوماندان محمد حسين انډيوال د دې جگړې په جزياتو بي خبري څرگندوي او وايي چې دوي ځکه په دې اړه نه په څه خبر دي او نه هم څه ويل غواړي چې پکې پوليس ونډه نه لري .دا عمليات د دوشنبې په سهار پيل شوي چې پکې په سلگونو تنه افغان او بهرني سرتيري ونډه لري. ځايي اوسيدونکي وايي چې د گرمسير ولسوالی ډيري برخې له تيرو دوو کلونو راهيسي د طالبانو په ولکه کي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "روسان غواړي له امريكا نه غچ واخلي (بريالى جهش)", "output": "روسان د شوروي امپرياليزم له ماتې او دوهم ځل د ځان سنبالولو وروسته دادى پر سيمه خپلې منګولې ټينګوي او په سيمه كې د امريكې او لويديځ پر وړاندې د چين،پاكستان، ايران او ځينو نورو په ګډوند يوې اقتصادي او پوځي ټلوالې د جوړولو په تكل كې دي.د امريكې او ا� �وپايانو بوختيا په ختيځه اروپا او دا مهال په عراق او افغانستان كي په حقيقت كې روسانو ته د دوهم ځل سنبالولو او ساه اخيستلو موقع په لاس وركړه او همدا راز د امريكې ځينو ځان غوښتو سياستونو هغه هېواد د اروپايانو تر منځ بې باوره او اروپايان يې د خپل راتلونكي برخليك په اړه وډارول، چې د امريكا پياوړى پوځي پرمختګ كېداى شي يوه ورځ د دوى په لاسونو كې هم د هغه هېواد د غلامۍ زولنې ورواچوي. نو همدا وو چې يو شمېراروپايي هېوادونو د روسانو بيا ژوندي كولو او د نړۍ قطبي كېدلو ته مخه كړه. روسي واكدارانو له دې فرصت نه غټه ګټه پورته كړه او دادى ځان اوس ددې جوګه بولي چې له خپل پخواني سيال او لوى غليم امريكې او لويديځ څخه د امريكې په ملاتړ د افغانانو له خوا د شوروي د ماتې او دړي وړي كېدو غچ بېرته په افغانستان كې واخلي.كله چې روسانو په افغانستان كې په پوځي ډګركې خپله م اتې احساس كړه نو يوې استخباراتي جګړې ته يې مخه كړه او خپل استخباراتي فعاليتونه يې ګړندي كړل. روسانو د خپ� �و استخباراتي هڅو په لړ كې د يو شمېر تنظيمي مشرانو او قوماندانانو نبض مطالعه او د هغو له نبض څخه يې ومونده چې يو شمېر مشران او قوماندانان له مركزي حاكميت نه د تېښتې او د قدرت د ترلاسه كولو ليوني علايق لري، كه چېرې د دوى دغو غوښتنو ته ځواب ويل كېږي نو دوى هر ډول معاملې ته چمتو دي. همدا وو چې روسان له نظار شورا، اسلامي جم عيت، اسلامي اتحاد او د ايران پلوه يو شمېر ډلو_ټپلو سره تر غاړې وتل او د شلمې پېړۍ په وروستيو كې يې له هغوى سره يوځاى د مركزي حاكميت د كمزوري كېدو او د افغانستان د تجزيه كولو ستراتيژي پرمخ بيوله. خو دا چې د نوموړې ناوړې ستراتيژۍ پر وړاندې افغان ولس په ټينګه ودرېد او د پردي پلوو جنګسالارانو د ظلمونو، تييونو پرې كولو، پر سر د م يخونو ټكوهلو، بمباريو، د چور او تالان او ونډ وهلو پر وړاندې رښتينى مقاومت وښود او د دوى د فشار پر وړاندې په ګونډو نه شول او په خپلو سرښندونو او قربانيو سره يې د روسانو له خوا د افغانستان د تجزيې د ستراتيژۍ د پلي كېدو مخه ونيوله او د تفرق لښكر يې تارومار كړ، نو همدا وو چې روسان يې د وسواس او ياس په ټغر كېنول. خو روسانو هېڅكله له افغانانو سره د دښمنۍ لمن پرې نښوده او پرله پسې د افغانستان پر ضد يې توطيې او دسيسې جوړې كړې او مشاورينو يې تر تخار او پنجشيره مستقيماً په جګړو كې ونډه واخيسته.كه موږ د روسانو سياستونو او پاليسيو ته چې د افغانستان په اړه يې كارولي كتنه وكړو نو ليدل كېږي چې روسان د افغانستان په اړه څو ډوله ستراتيژۍ پر مخ بيايي. روسانو د نولسمې پيړۍ په وروستيو كې د انګريزانو د پراختيا غوښتنې مانورونو په غبرګون كې د مركزي اسيا هېوادونه او د افغانستان ځينې سيمې ونيول. دا په داسې حال كې وه چې انګريزانو د سويل له لوري پر افغانستان ساحه تنګوله او � �وسانو د شمال له لوري، سره له دې چې دواړو خواو د افغانستان له ځمكنۍ بشپړتيا نه د ملاتړ دعوه كوله خو عملاً د افغانستان د لاندې كولو پر سر تر غاړې وتل.كله چې روسانو په افغانستان كې د افغان مجاهدينو له خوا ماتې وخوړه او له افغانستان نه د تېښتې په تكل كې شول، نو د هغه وخت ادارې ته يې وړانديز وكړ چې افغانستان په دوو شمال او سوي� �ي هېوادونو وويشي، سويل يې امريكا پلوو او شمال يې د نظار شورا، ملي جنبش، اسلامي جمعيت، كارملي پرچميانو � �يعه ډلو او نورو روس پلوو ځواكونو ته وركړي. خو دا طرحه د ډاكټر نجيب الله له خوا رد شوه. كله چې ډاكټر نجيب ال� �ه ته د افغانستان په اړه د روسيې نيت څرګند شو نو له مجاهدينو سره يې د روغې جوړې هڅې ګړندۍ او له لويديځ سره يې خپلې اړيكې ښې كړې، خو اوبه له ورخه تېرې وې او روس پلوو مجاهدينو او ملېشو د يوې كودتا په لړ كې وپرځاوه. كله چې � �وسانو خپل پلويان د كابل واكدارۍ ته ورسول نور يې په نيمه لار كې پرېښودل او په خپلو كې يې په جګړو كې ښكېل كړل، دا ځكه چې روسانو په افغانستان كې امن نه غوښته او په افغانستان كې د جګړې په ادامې سره يې غوښتل چې له يوې خوا د م نځنۍ اسيا ترهېدلي دولتونه له نړۍ څخه منزوي او په خپله ولكه كې يې راولي او له بلې خوا د افغانستان او منځنۍ اسيا په اړه لويديځې ستراتيژۍ سبوتاژ او له ماتې سره مخ كړي. روسان اوس هم دغه ستراتيژي پر مخ بيايي، په افغانستان كې له توپير پرته جګړه مارې ډلې په وسلو او لوژيستيكي تاميناتو سمبالوي او جګړه توده ساتي. دا روسانو ته دوه ګټې � �ري يو خو دا چې د دښمن سر پر دښمن ټكوي او بله دا چې په افغانستان كې په جګړې سره د مركزي اسيا د هېوادونو د انزوا او سبوتاژ زمينه برابرېږي او دا بيا دوى ته فرصت وركوي چې په منځنۍ اسيا كې له سيال پرته خپل سياست او پروژې پلې كړي.كله چې د طالبانو په راتګ سره هغه مهال د وروستي ځل له پاره په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګېدو هيله پيدا شوه، نو روسانو د جنګ د ادامې له پاره بل كوم مذهبي دليل نه درلود، نو د پخوا په څېر يې تر پردې لاندې د قومي تعصب او قومي تربګنيو دوكتورين په لاره واچول او جګړه يې نوره هم پسې اوږده كړه.هغه مهال دوى د طالبانو او يا د افغان دولت مخالفين له ايران سره په همغاړۍ په وسلو او پيسو سنبالول، خو دا چې دې مرستو او له د افغان ولس له يو ډېر بد دښمن سره د يو شمېر مافيايي كړيو دوستي كوم چې د څلورو مليونو افغانانو د مرګ ژوبلې او د هېواد د ورانۍ پړه يې پر غاړه درلوده، پرافغان ولس بد اغېز ښنده، نو همدا لامل و چې نوموړې مافيايي اړيكې، مرستې او دوستي له عامه انظارو پټ ساتل كېدل چې هغه مهال په وسلو سنبال د روسانو يوه الوتكه چې له رومانيا څخه د افغانستان د شمال په لور روانه وه او د كندهار په هوايي ډګر كې كېنول شوه د روسانو د كرغگېړنو موخو روښانه بېلګه او څرګندوى وه. دا په داسې حال كې ده چې اوس له طالبانو سره د روسانو او ايرانيانو د مرستې رپورونه وركړ شوي. اوس پوښتنه داده هغو پاكستانيانو، ايرانيانو او روسانو چې پرون يې د طالبانو مخالفين د دوى پر وړاندې سنبالول او د دوى پر وړاندې په جګړو كې يې برخه اخيسته او د دوى د ناكامولو هڅې يې كولې نن څنګه له دوى سره دوستان شول. ځواب روښانه دى چې دوى هېڅكله له چا سره دوستي او وفا نه لري، هر هغه څوك چې دوى د امريكې له ګواښ څخه وساتي او د دوى ګټې په م نځنۍ اسيا كې تامين كړي هماغه يې دوست دى، مرستې او وسلې ورته وركوي. دا په حقيقت كې روسان د خپلو ګټو دفاع او ساتنه په افغانانو كوي او دا هغه څه ته ورته دي چې د سوړ جنګ او د افغان جهاد پر مهال پاكستان او لويديځوالو كول او د تودو اوبو پر وړاندې يې د شوروي د پرمختګ مخه نيوله. كه له يوې خوا د خواشينۍ ځاى دا دى چې افغانان ولې له يوه سوري دوه ځلي مار وچيچل، نو له بلې خوا خواشيني داده چې لويديځوال د روسانو د دښمنۍ د ښكاره بېلګو په نندارې سره سره بيا هم څنګه پر روسانو اعتماد كوي او په افغانستان كې هغې جګړې ته ادامه وركوي چې زيان يې افغانستان او دوى ته رسېږي اوګټه ځنې د دوى دښمنان روسيه، پاكستان، چين او ايران وړي.بل پلو، سره له دې چې د افغانستان د حالاتو پر وړاندې روسان انعطاف او د عمل ابتكار لري او په ډاګه خپل غبرګون ښيي، خو افغان دولت او لويديځ نه شي كولى له خپل دريځ نه دفاع وكړي او په جرئت سره په افغانستان كې د ستونزو هوارۍ ته غېږه ورته كړي. دا په دې مانا اوس چې په افغانستان كې د سولي او ثبات د ټينګېدو هڅې ګړندۍ شوي، روسي چارواكي او واكمن په دولت كې د دولت د مخالفينو له ګ� �ون څخه اندېښنه ښيي او له دولت څخه د لږكيو د وتو او جګړې د ادامې ګواښنه كوي، خو افغان دولت او ملګري يې لاهم � �اس تر زنې ورته ناست دي او د خپلو ګټو خوندي كولو ته مټې نه نغاړي. د روسي واكمن پوتين او چارواكي پريم اكوف له وروستيو څرګندونو او ايران ته د پوتين له سفر او د هغه هېواد له هستوي پروګرام نه د ملاتړ ښودل دا په � �اګه كوي چې روسانو په افغانستان كې د سولې د راوستو له هڅو سخت ټكان خوړلى او غواړي چې دغه هڅې شنډې كړي. ايران ته د پوتين وروستى سفر بې دليله نه ده چې په افغانستان كې د وروستيو پرمختګونو د شنډولو يوه هڅه وي او ددې سفر په لړ كې پوتين پر ايران زور راوړى وي چې پر طالبانو او نورو تنظيمي ډلو له خپل نفوذ نه كار واخلي او پر هغوى فشار راوړي چې په افغانستان كې د سولې د خبرو او روغې جوړې مخه ونيسي. لكه څنګه چې روسيه په افغانستان كې د خپل نفوذ خبره كوي او د شمالي ټلوالې له مخ نه پرده پورته كوي او په سپين سترګۍ سره يادونه كوي چې دوى پخوا د دې ټلوالې ملاتړ كاوه او دا ټلواله وه چې امريكايانو ته يې پر افغانستان د يرغل لار پرانيسته او طالبان يې له واكه وغورځول، ددې ټلوالې همدې چوپړ او ارزښت ته په كتنې سره په كار ده چې امريكايان د دې ټلوالې ګټې او رول له پامه ونه غورځوي، نو په حقيقت كې روسان د شمالي ټلوالې له مخ نه د پردې په پورته كولو سره غواړي په افغانستان كې د خپل نفوذ او ځواك څ كالنه وكړي او په دې سره لويديځ وګواښي چې په افغانستان كې د دولت له مخالفينو سره له خبرو كولو تېر شي او لكه څ نګه چې په ډا ګه كړې يې ده چې په دولت كې د طالبانو په ګډون سره كېداى شي شمالي ټلواله د دولت له ملاتړ څخه لاس واخلي او يو ځل بيا غرونو ته پورته شي او د لويديځ پر وړاندې جګړې ته مټې ونغاړي. تر كومه ځايه چې څرګنده ده اوس � �مالي ټلواله او يا شمالي مافيا په خپل پخواني موقف كې نه ده او ډېرو يې خپلې خواوې بدلې كړي او دا چانس يې له لاسه وركړى چې د افغان ولس د قومونو او افغان جهاد پر سر دې سودا وكړاى شي او وكولى شي په افغانستان كې د لويديځ پر وړاندې جګړې ته ادامه وركړي، كه څه هم روسيه له اوږدې مودې راهيسې د داسې څه كولو په تكل كې ده او هره شېبه غواړي چې د افغانستان په شمال كې اړو دوړ را منځته كړي. دا په ډاګه كوي چې يا خو روسان خورا تېروتي دي چې په خپلو كاغذي اتلانو او زمريانو دومره لوى حساب كوي او يا داچې دوى په افغانستان كې په خپلې دوهم ځل ماتې يقيني شوي او لكه اوبه وړي د اوبو ځك ته لاس اچوي او په خپلو غير مسوولانه څرګندولو سره غواړي د لويديځ د ډارولو له پاره له لرې نه پښې و دربوي. بل خوا د افغان ولس د جګړې په حقيقت پوه شوى او نه غواړي چې نور په منځنۍ اسيا كې د روسيې، ايران او پاكستان د ګټو د خونديتوب له پاره وجنګېږي او د دغو طبعيي زېرمو نه د استفادې مخه ونيسي او د منځنۍ اسيا د و� �ڼو هېوادونو د پرمختګ او پرمختيا مخه ډب كړي.همداراز بل خوا افغان ولس د لويديځ استكبار ښكرونه مات كړي او هغوى ته يې د دې سبق وركړى چې هېڅ افغان د چا د ظلم او تېري پر وړاندې چوپ نه شي پاتې كېداى او چاته د تسليمۍ سر نه شي ټيټولى او د نړۍ د هر متكبر غوږ ته يې دا پيغام رسولى چې افغان ښه ملګرى دى خو ښه مزدور نه، نو د همدې څرګندونو په رڼا كې ويلى شو چې په افغانستان كې جګړه پاى ته د رسېدو په حالت كې ده او په هېواد كې د سولې په ټينګېدو سره روسيه او د افغانستان د سولې نور دښمنان په افغانستان كې د خپلې كاميابۍ ورستۍ هيلې او چانس له لاسه وركوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بروس ريچارډسن د کتاب کره کتنه (هاري)", "output": "د بروس ريچارډسن د کتاب کره کتنه د افغانستان د تاريخ او سياسي تحولاتو د پياوړى محقق او مبصر، د انگيسي ژبي تکړه ليکوال او ژورناليسټ، او د افغانانو د رشتين دوست او ملگري، ښاغلي بروس ريچارډسن، نوى کتاب افغانستان: حقيقت لپاره لټون تر عنوان لاندي په کال ٢٠٠٨ کي په ٤٨٣ مخونو کي خپور سو. ليکوال د خپل کتاب په سر کي ليکي: دا کتاب په کال ١٩٨٥ کي هغه وخت پيل سو چي په پاکستان کي د شوروي سفير يو لړ خارجي خبريالان ور وغوښتل او ور ته وې ويل که چيري تاسي افغانستان ته د ټروريسټانو (مجاهدينو) سره يو ځاى داخل سئ، تاسي به په اصطلاح د م جاهدينو په شان ووژل سئ. زموږ او زموږ د افغاني دوستانو عسکر به ستاسو سره هغه چال چلند وکي چي د ياغيانو سره يې کوي. (٧ مخ) د شورويانو د تجاوز او اشغال په زمانه کي، بروس ريچارډسن څو ځله په پټه او د افغان مجاهدينو سره په گډه په افغانستان کي دننه اوږده، تلپاته، او يادگاري سفرونه کړي دي. د هغه ملک په تاريخ، کلتور، قومونو، سياست، او روانو تحولاتو کي يې ژوري څېړني کړي دي. هغه د خپل عمر ډېره برخه د افغاني جامعې په پېژندلو او کشفولو کي تېره کړېده. د افغانستان په باب يې د امريکا په مشهورو مجلو او و� �ځپاڼو لکه نيويارک ټايمز، نيوز ويک، وال سټريټ ژورنال، واشنگټن پوسټ، شيکاگو ټريبيون او نورو مجلو او ج� �يدو کي د افغانستان د وضعي په باب مهم رپوټونه او مقالې خپرې کړي دي. د هغه بل ځانگړى خصوصيت دا دى چي د افغانستان دننه او بهر د ډېرو افغانانو سره اړيکي او کلتوري همکارۍ لري. بروس ريچارډسن د افغان امې� �يکن په ټولنه کي خورا زيات منور او صادق افغانان پېژني او د هغوى سره تماس او علمي راکړه ورکړه لري. د ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد د ژباړو او فرهنگي کوښښونو له برکته د بروس ريچارډسن زياتره ليکني په پښتو ترجمه سوي دي، او په افغاني مطبوعاتو لکه افغان رساله، آيينه افغانستان، بېنوا، دعوت، هېواد، او سباوون کي خپرې سوي دي. ښاغلى ريچارډسن د باسټون په ښکلي ښار کي د خپلي مېرمني سره ژوند کوي. د بروس � �يچارډسن بل کتاب افغانستان او د شوروي د ټروريزم خاتمه په نامه يادېږي. د ښاغلي بروس ريچارډسن د کتاب يوه مهمه او محوري موضوع د افغانستان په اوسني تاريخ کي د احمد شاه مسعود او د هغه د ډلي نا� �وا نقش، ورانونکي سازشونه، او پټي او خطرناکه دسيسې دي. هغه ليکي: د ١٩٨٠ په لمړيو مياشتو کي، شو� �ويانو او مسعود موافقه او اوربند سره لاسليک کړ. ددغه ناروا تړون اساسي هدف دا وو چي مسعود به د سالنگ لاره د روسي کاروانونو لپاره امنه ساتي، او په مقابل کي به شورويان د هغه سره مالي مرستي کوي، او هم به هغه م جاهدين بمباري کوي کوم چي د مسعود رقيبان او سيالان دي. ښاغلي ريچارډسن ليکي: سي اې ې او خارجه وزارت د ١٩٨٠ په کلونو کي د شورويانو او مسعود په معاملو خبر وه، خو سي اې ې بيا هم د هغه سره مالي مرستي کولې. ليکوال د شورويانو او مسعود پر پټو اړيکو باندي ډېر زيات ټينگار کوي. هغه له اول لاس اسنادو، سری استخباراتي � �پوټونو، او کتابونو څخه معلومات راغونډوي. د مسعود او شورويانو تر مینځ د قرار دادونو څرک � �گوي. روسان دسالنگ امنیت غواړي، او مسعود غواړي چي د روسانو د بمباريو په زور خپل قدرت نور هم پراخ کړي. له روسانو څخه نقدي روپۍ تر لاسه کړي. له همدې چېنل څخه دکابل د حکومت سره ارتباط ټينگ کړي. خپله قوه د کورنیو او ورانکونو جگړو لپاره وساتی. احمد شاه مسعود د دريمي نړۍ ټپيکل جنگسالار او د مسلحو م لیشاوو لیډر وو. هغه د هر چا سره معامله کوله. مسعود د مجاهد، کمونيسټ، خاديست، امريکايي، پاکستاني، ايراني، هندي، فرانسوي، او تور او سپین سره معاملې ته چمتو وو. هغه هم د کې جې بې څخه پيسې اخيستې، او هم يې له سي اې ې څخه ډالرجېب ته کول. مسعود او ټول پنجشيري مافيا په خارج کي بانکي حسابونه لري. (� �٥مخ) ليکوال وايي: مسعود د شورويانو يو صادق او مطمين ملگرى وو. همدا وجه وه چي کله طالبانو مسعود ته په کابل کي ماتي ورکړه او مسعود د پنجشير په غرونو، تونلونو، او سمڅو کي له ډاره پټ سو. د مسعود مرکز د تاجکستان د کولاب ښار وو. مسعود تر پايه پوري د روسانو سره ډېر نژدې پاتي سو. د شمال د ايتلاف لويه ملي کمزو� �ي همدا روسى او ايرانى کنکشن دى. ځار شم د ليډر تر کولمو خېټه يې د ښکلولو ده _ چا مهار چا اوښ وخوړ، او ده واړه کاروان وخوړ (غني) د مسعود، پرچميانو، او نورو قومي مليشاوو ايتلاف پخپل ذات او بنسټ کي يو افغاني ضد اتحاد وو. په کال ١٩٩٢کي، مسعود د ملگرو ملتونو د سولي سياسي تجويز او پلان خراب کى؛ په زور او دسيسه يې کابل ونيو؛ او تباه کونکي کورني جنگونو ته يې لاره خلاصه کړه. قومي او سمتي اختلافات او تضادونه يې ډېر کړل. هغه په خورا سپین سترگي د ملگرو ملتونو د استازي بینيسیوان د سولي او د قدرت د انتقال پروسه ورانه او تخریب کړه. هغه د خپل ايتلاف د ټولو ملگرو سره جلا جلا او په نوبت جنگونه وکړل. د دوستم سره یې د کابل په ورانولو کي اوږه په اوږه عمل وکړ. د هزارگانو پر خلاف يې له هيڅ ډول وحشت او بربريت څ خه ډډه ونه کړه. د حکمتيار د جنگياليو سره يې د کابل ښکلى او زرغون ښار سټ کړ. ددې ادعا ښه ثبوت د کابل کنډواله ښار او ٥٠٠٠٠ شهيدان دي. ښاغلى ريچارډسن ليکي: د ١٩٨٠ په کلونو کي سي اې ې م سعود ته پنځه لکه ډالره ددې لپاره ورکړل چي د شورويانو پر مخ د سالنگ ستراتيژيکه لاره و تړلي. په بل عبارت، د شورويانو د اکمالاتو پر مخ د سالنگ لويه لاره نا امنه او خطرناکه کړي. دلته او هلته او وخت نا وخت، پر روسي کاروانونو باندي بريد ښخ کړي. مگر سي اې ې سمدستي خبره سوه چي د شوروي کاروانونه د پخوا په � �اني په امن او امان کي کابل- حيرتان_ شير خان بندر ته خاطر جمع تگ را تگ کوي. کله چي سي اې ې د مسعود څخه پوښتنه کوي چي پيسې خو دي جېب ته کړې مگر ولي د شورويانو پرکاروانونو باندي حملې نه کوې؟ مسعود د پيسو له اخيستلو څخه رډ ناگاره کېږي. حال داچي د سې اې ې همدا مامور په خپل کتاب کي ليکي چي پيسې يې د مسعود ورور ته په پېښور کي نقدي وکړي وې. (۲۱ مخ) د طالبانو د رژيم تر سقوط را وروسته، د بوش ادارې او د کرزي حکومت زيار باسي چي احمد شاه مسعود ته يو جعلي او رومانتيک شخصيت ورکړي. له مسعود څخه د افغانستان د معاصر تاريخ يو واقعي اتل جوړ کړي. د هغه د لمانځلو او يادولو لپاره مضحک جشنونه اومج� �سونه جوړوي. خو تاريخ دا ثابته کړېده چي له جنگسالارانو څخه ملي اتلان نه سي جوړېداى. له يوه جگړمار څخه سپين چرگ جوړ ول له يوې خوا د ژوندى تاريخ تحريفولو او له بلي خوا په پېخر درواغو ويلو ته اړتيا لري. که څه هم، د کرزي حکومت دا داوړه کاره وکړل، خو نتيجه يې ور نه کړه. ځکه خلک خپل واقعي او خواخوږي اتلان او مشران خپله پېژني. خو تپل سوي او پردو جوړ کړي کاغذي اتلان نه خوښوي. همدا سبب دى چي د اح مد شاه مسعود لپاره د کرزي د حکومت ټولي هلي ځلي ناکامه او رسوا سوې. دا کوښښونه يو ډول ملي ضد رنگ او خوند لري. يو ډول خاصه گستاخي ده. د کابل حکومت د مشروعيت د کمزورېدو يو اساسي عامل دا وو چي کرزي د جنگسالارانو سره روغه جوړه، سازش، او مصلحت وکړ. د دوستم، فهيم، رباني، سياف، خليلي، حضرت علي، او . . . داسي نورو جناتيکارانو سره د کرزي همدا د نيمي شپې گناه کاره ناستي پاستي وې چي د حکومت د مشروعيت او � �انونيت اډانې يې ور ولړزولې. د دريمي نړۍ ځيني مشران فکر کوي چي دوى کولاى سي چي هم ځان او هم جهان وغولوي. مگر حقيقت دا دى چي يوازي ځان غولوي، او ساده گان په ځان نه پوهېږي. د بروس ريچارډسن يو ځانگړى خصوصيت دا دى چي هغه د نورو امريکايي او خارجي ليکوالانو، مبصرينو، او ژورناليسټانو پرخلاف د امريکا په ملاتړ د افغانستان په اوسني حکومت کي د پښتنو ونډه ډېره کمه او غير عادلانه بولي. هغه عقيده لري چي همدې مسلې د کرزي حکومت مشروعيت او قانونيت تر سوال لاندي کړى دى. همدا موضوع د افغانستان د سياسي بحران يوه � �ويه او جدي برخه تشکيلوي. بروس ريچارډسن عقيده لري چي د افغانستان په اوسني حکومت کي همدا څرگنده بې انډو� �ي او ظلم د يوه عمدي پلان په اساس سوى دى. ښاغلى بروس يچارډسن وايي په سي اې ې او نورو استخباراتي م وسساتو کي د پښتنو په پرضد يو ډول خاص تعصب او مخکنى منفي قضاوت موجود دى. ليکوال د امريکا په ملاتړ د کرزي په حکومت کي د جنگسالارانو، پنجشيري مافيا، د مخدره موادو د قاچاقبرانو، د کي جي بي پخوانیو جاسوسانو، او نورو بد نامو جنگي ډلو فعال او زياتېدونکى حضور او ونډه غندي. د امريکا پرله پسې او مرگانۍ بمبارۍ، ډا� �ونکي محبسونه، د ابو غريب، گوانتانامو، بگرام او کندهار د محبسونو رسوايي، او د امريکايي عسکرو مغ� �وره چال چلند غندي. هغه ليکي: يو اساسي قانون چي عملي نه سي، د هغه اساسي قانون گټه څه ده؟ ليکوال د ام� �يکا په ملاتړ د کرزي په حکومت کي د پښتنو سپکه ونډه او قومي بې انډولي ته هر ځای گوته نیسي. (٣٢١ مخ) ليکوال ليکي: پښتانه د طالبانو او القاعده سره يو گڼل د بوش د ادارې پالیسي ده. اکثره طالبان پښتانه دي، خو ټول پښتانه طالبان ندي. پدې تېرو اوو کالو کي، پښتني سيمي د جنگونو گرم ميدانونه گرځېدلي دي. د ٢٠٠١ کال د اشغال د لمړۍ ورځي څخه را پدې خوا،په واشنگټن کي د پښتنو پر خلاف احساسات راپرېدلى وه. د پښتنو پر خلاف ددغو منفي احساساتو یو اساسی عامل دا وو چي طالبانو د القاعدې لوى او ښکاره قاتل اسامه بن لادن ته پخپل توره او لغوړنه لمن کي ځاى ورکړى وو. پدې سيمو کي يوه دايمي ناکراري او بې امني حاکمه ده. پښتانه د امريکا په ملاتړ د کرزي د حکومت څخه نا راضه او بېزاره دي. په اکثرو پښتني سيموکي حکومت خپل ټول اعتبار او قدرت له لاسه ورکړى دى. پراخي سيمي د مرکزي حکومت تر ولکې وتلي دي. امنيت خراب دى. اقتصاد کمزورى او په ټپه ولاړ دى. په متحده ایالاتو کي د سپټمبر د تروریسټي حملو څخه پس، د بوش حکومت له طا� �بانو څخه د اسامه بن لادن توقيفول او يا له افغانستان څخه ددغه نړيوال قاتل اوجاني اخراجول و غوښتل. م گر ملا عمر ، البته د اې ايس اې په لمسون،د اسامه بن لادن پر ساتلو ټينگار وکى. ملا عمر فکر کاوه چي ام� �يکا هم ښايي د گاونډي کلي یو گوډ او ړوند ملا وي. دوه يا درې ټانکه ،څو پمن عسکر، او څه کالداري ، يا تومن او يا هم څه ډالر ه به لري . اې ایس اې ملا عمر ته د کلنټن د ادارې هغه ب� �یدونه ور په یادول چي د مانيکا لوينسکي د محکمې د فيصلې د صادرېدو څخه يې فقط څو ساعته مخکي د بن لادن پر اډو باندی وکړل. نوي اسناد او شواهد ښيي چي اې ايس اې ملاعمر تشويقاوه چي ياره روح يات مه باېله. مړه ملا! مه وار خطا کېږه. ته اميرالمومنين يې. څه ځان ټينگه که. دا ټو� � د امريکا لاپي شاپي دي. امريکا او افغانستان ډېر سره ليري دي. امريکا فقط هوايي ډزي کوي او ښايي څه بمبارۍ هم وکي ، خو واپس بېرته ځي. ساده ملا عمر د اې ايس اې همدې غوړو خبرو و غولوى. خو د بي ٥٢ هيبتناکه او دروند ږغ ملا عمر اخوند تېښتي او تاختي ته اړ ايستى. غريب په ژوندون ژوندى ژړاندي ورک سو. او اوس په دوربين کي هم نه پيدا کېږي. د ښاغلى بروس ريچارډ سن يوه ځانگړې خصيصه دا ده چي اول لاس اسناد، تاریخي مدارک، او مواد پيدا کوي. د جاسوسانو، دپلوماتانو، په قضيه کي د دخيلو خلکو سره یې په له مرکو څخه زياد مواد را غونډوي. ښاغلي ريچارډسن د کې جې بې په اسنادو کي، د روسي جنرالانو او عسکرو په خاطراتو او مرکو کي، او د سي اې ې په مخابرو او رپوټونو کي د مسعود د معاملو،سازشونو، او تړونونو پل پسې راخيستى دى. هغه ليکي: د شوروی اتحاد پخواني جمهورریس گوربچوف د بي بي سي سره په يوې مرکې کي وويل: هو، مسعود زموږ سړى وو. موږ د هغه سره ډېري معاهدې او تړونونه لاسلیک کړي دي. هغه د سالنگ لاره زم وږ لپاره امنه کړې وه، او نه یې پرېښودل چي څوک پر موږ باندي هلته برید وکړي. ( ۱۷مخ) ښاغلي بروس � �يچارډسن له افغانانو سره رښتينه مينه، علاقه، او خواخوږي لري. د هغوى په بې وزليو، ستونزو، او چلنچونو باندي پوره واقف دى. بروس ريچارډسن په خپلو ليکونو او کتابونو کي د افغانانو ننگه کوي. د جمهورریس بوش پر تباه کونکو پالیسو باندي انتقاد کوي. بروس ريچارډسن پر افغانانو باندي احسان کړى دى، او موږ يې دا احسان منو. هغه د افغانانو ږغ تر ډېرو ځايونو پوري رسولى دى. هغه د افغانانو مظلوميت، قربانۍ، او کړاونه ياد کړيدي. هغه د افغانانو يو واقعي او ښه دوست دى. د افغانانو په درد خوږمن دى. په افغانستان کي د جنگ او ورانۍ مخالف دى. د سولي او ثبات پلوي کوي. د برابر او عادلانه سياسي وېش پلوي کوي. او لنډه دا چي د شمال د ايتلاف د ډانگيانو، د مسعود د بانډ او مافيا، او د امريکا په ملاتړ د ټولو جگړم ارانو مخالف دى. ( په تکليف کښې د يو دوست تکړه آواز____ دى له ټولو خوږ له واړو ښکلى ساز غني) والسلام."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چک جمهوريت او امريکې مهم تړون لاسليک کړ", "output": "پراګ: د چک دولت نن د امریکې سره هغه تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې واشنګټن د دې ملک په خاوره کې د توغندیو ضد دفاعي سیستم لګوي. دا هوکړه د چک جمهو� �یت پلازمینې پراګ ته د امریکې د باندنیو چارو وزیرې کانډولیزا رایس د سفر پر مهال وشوه. که څه هم په چک کې په دې اړه یوه نظر پوښتنه د چک د دوو پر دریو برخو خلکو دمخالفت څرګندويي کوي خو اوس به دا هوکړه دچک هیواد د پارلم ان تصویب ته هم اړتیا ولري. داسي انګیرل کیږي چې پارلمان به د دې تړون تصویب ته غاړه کینږدي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د زابـليانو ږغ", "output": "هارون حكيـمي، كلات څه نا څه پنځه مياشتي ها خوا د زابل امنيتي ځواكونه كوڅه په كوڅه ګرځيدل او اعلانونه يې كول چي د موټرسايكلونو تګ_راتګ منعه دى او د موټرسايكلونو پر كاروني بنديز لګېدلى دى. دې خبر زښت زيات خلك اندېښمن كړل او خلك په دې وپوهيدل چي نور به په زابل كي د كار او بار مزه نه وي دا ځكه چي اكثره خلك په ورځني ژوند كي له موټرسايكلونو څخه كار اخلي او د ليري پرتو سيمو خلك د موټرسايكلونو په وسيله له مركز ياني كلات سره نښليدلي دي، له جوړ ناجوړه رانيولي بيا تر ورځني ژوندانه پوري ډير كارونه له موټرسايكلونو څخه په استفاده سرته رسېدل او كله چي موټر سايكلونه بند شول نو دا ټولي ستونزي هم ورسره راوټوكېدې، مشكلات پيدا شول او خلكو د دې كار په مقابل كي خپګان وښود، خو بيا هم... څه موده خلك چوپ پاتي شول خو حوصله يې اخر له لاسه وركړه، همدا و چي په سوله ييز لاريون كي خلك بازار ته راووتل او غوښتل يې خپل ږغ په سوله ييزه توګه د زابل چارواكو ته ورسوي، خو امنيتي پوليس چي تورې دريشۍ يې اغوستي وې او ټوپكونه او لرګي ورسره وو، راغلل او مظاهره كوونكي يې په سپكو سپورو او وهلو ټكولو تيت او پرك كړل او خپل يې د خپل ږغ اوچتولو ته پرې نه ښودل او په همدي وخت كي د رسنيو له خوا هم دا خبره راپورته شوه او د راديوګانو له لاري دا خبره دولتي چارواكوته ورسيده، خو هغوى د دې كار لامل پارلماني او د ولايتي شورا ټاكني وبللي او ويې ويل چي تر ټاكنو وروسته به دا بنديز ليري شي، خلكو د ټاكنو په انتظار ډيره موده تيره كړه ، اوس دا دي دا بهير هم پايته ورسېد . نو موږ له دې لاري د زابل والي او ټولو چارواكو ته د هغوى ژمنه ور په يادوو او هيله ورڅخه كوو چي د مظلومو زابليانو ږغ واوري او غم يې وخوري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نن نازي امریکا (دشلو کالوسړی په شل ثانې وژل کیږي)", "output": "« یو سړﺉ په شلو کالو کی جوړیږی ، خو په شلو ثانیو کی وژل کیږی » امریکا نن د نړۍ د یوازیني ستر ځواک په توګه د خورا هیبت ، غرور او خپلسرۍ څخه کار اخلی . چی زړه یې وی هغه کوی ، د هیڅ لوري هیڅ خیال هم نه ساتي . هېوادونه اشغالوی ، رژیمونه تو� �ید او نصبوی ، ګوډاګیان واکمنوی او بیا یې په قلابی او ساختګی « دیموکراسۍ » سره رنګمالی کوی چی ښه بېلګې یې په کابل او بغداد کی وینو . پیښي او پرمختیاوی ښییً چی امریکا نن یو پوځی ډوله ( ملیټاریسټی ) او تسلط غوښتونکی ( هژمونیسټی ) دولت ګرځېدلی دﺉ او غواړي چی پر نړۍ مسلط سی . دا ټول هوسونه او خوبونه د لاندنیو درو عمده حوادثو څخه منشأ اخلی : الف – په ۱۹۹۱ کی د شوروی اتحاد مړینه ( د ساړه جنګ ختمېدل ، د نړۍ یوازینی ستر ځواک کېدل ) ، ب – په ۲۰۰۱ کی د سپټمبر د یوولسمی تروریسټی حمله ( خښم ، جذبه ، انتقام ، ځان ښودل ) ، ج – پر افغانستان او عراق د امریکې پوځی حمله ( د یو یو ناخوښو او نا مطلوبو دولتونو د نسکورولو پیلامه ) ، خو د دې پرمختیاوو � �ه بطنه یو داسی خیرن ، کرغیړن او کرکجن ماشوم تولد سو چی نوم یې « تروریزم » دﺉ ، مور یې « د امریکا بهرنۍ تګلا� �ه » خو پلار یې نامعلوم ( ؟ ) دﺉ . مشهور امریکایی څېړونکی نوام چومسکی داسی لیکی : « د تروریزم مفهوم عملأ ډېر م بهم دﺉ . هیچا هم هغه په هراړخیزه توګه نه دﺉ تعریف کړﺉ ... خو دا د تروریزم ضد تعریف غوندی دﺉ چی ابهام پېښوي او مطلب یې ځان نه بلکی مقابل لورﺉ وی . همدا انټی تروریزم اصلأ د امریکا رسمی بهرنۍ تګلاره ده خو دا هیڅکله هم د سِکې هغه بل مخ یعنی د امریکا لخوا رسمأ د تروریزم ارتکاب نه ښییً . » یوازی امریکا دا لار مخته نه بیایی بلکی مخکی هم همداسی کېدل . نازیانو به په اشغالی اروپا کی ادعا کول چی غواړي وګړي او مشروع حکومتونه د پارتیزانو ( چریکانو ) او تروریسټانو څخه چی له بهره تقویه کیږی ، وژغوری . د امریکا پوځ هم نن د نازیانو لید� �ورﺉ عملی کوی یعنی دا چی د واشنګټن ښورښی ضد دکتورین پر نازی نظامنامو باندی نمونه بندي سوي دي . دوی د همدې فرضیې پر اساس نن « تروریزم » د بې وزلو وسله ګڼی . خو دا انګېرنه هله صحیح او معقوله ده چی مطلب یې یوازی د خپلو دښمنانو د ترور څخه وی ، لاکن که د دوکتورین اړتیاوی ترې لیری کړو ، نو وبه ګورو چی تروریزم د کمزورو وسله نه بلکی د غښتلو وسله ده . دا ډېره مهمه ده چی د تروریزم رسمی تعریف په دقیق ډول هر سوال ته ځواب نه سی ورکو� �ای . د بېلګې په توګه ، هغه د ځینو نورو مفاهیمو لکه « نړیوال تروریزم » او تجاوز یعنی تیري تر منځ او یا هم د « ت� �ور» او « مقاومت » تر منځ غوڅ سرحد نه سی کښلای یعنی نه یې سی سره بېلولای . دا هغه څه دي چی نن د تروریزم تر څنګ موازي مخته ځی خو تفکیک یې چا واضحأ نه دﺉ کړی ، او ځکه نو د مفاهیمو او اصطلاحاتو پدې تنګ او مزدحم بازار کی وا� �نګټن هر هغه څوک یا ګروپ تروریسټ بولی چی د امریکا ( یا د هغه د ملګرو ) د مستقیم تیري پر ضد مقاومت کوی ، لکه پرون ویتنامیان ، نن افغانان ، عراقیان ، فلسطینیان او نور . د عمل په صحنه کی نن ثابته سوې چی تروریزم یو سیاسی تخنیک دﺉ نه کومه ایډیالوژی یا مفکوره . هر څوک یا ګروپ یا دولت که د خپلو سیاسی اهدافو لپاره د تشدد نه کار واخلی نو عمل یې تروریسټی دﺉ . نن د تروریزم ډول ډول څېرې سته لکه : کیڼ لاسي تروریسټان ، ښیً لاسي ترو� �یسټان ، نشنالیسټ تروریسټان ، دولتی تروریسټان ، بین المللی تروریسټان ، عیسوی ، یهودی ، اسلامی ، هندو ، بودایی او له خدایه منکر تروریسټان چی په بېلابېلو څېرو او نومونو سره فعال دي . د تیوري له مخی کېدای سی « د تروریزم پر ضد جګړه » وجود ولری خو پدې کی باید هر هغه لورﺉ شامل وی چی د نوموړي تخنیک څخه کار اخلی خیر دﺉ که هغه القاعده ، یا اسراییل او یا هم پخپله امریکا وی . یو ځل بیا هم نوام چومسکی : « د امریکا ولسمشر تر اسامه بن لادن زیات تروریسټ دﺉ ، ځکه چی د اسامه پر خلاف امریکایی ولسمشر کوم اسناد نه لری حال دا چی په افغانستان کی د بیګناه انسانانو وژل د امریکایی ولسمشر پر خلاف معلوم ثبوت دﺉ . » خو امریکا ځان لدې څخه باسی او یوازی د « اس� �امی ! » تروریزم سره کار لري . بوش داسی فتوا صادره کړه : « که ته تروریسټانو ته ځای ورکړې ، نو پخپله تروریسټ یې ؛ که تروریسټانو ته کومک او جرأت ورکړې ، نو پخپله هم تروریسټ یې؛ او ستا سره به عینأ کړنه کیږی . » خو د اس� �اییلو دولتی تروریزم بیا معاف دﺉ ! د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه پر امریکا تروریسټی حملې د تاریخ یون او لورﺉ بدل کړ . په تیرو اوو کالو کی هیڅ لوري هم دا ثابته نکړای سوه چی دا چا وکړه ، خو تبلیغات ټول اسامه بن � �ادن او القاعده پورته کښته کوي . دا یوه داسی حمله وه چی د نړۍ په تاریخ کی هیڅ سارﺉ نه لری . د دې حملې هدف کیوبا ، یا نیکاراګوا ، یا لبنان ، یا چچنیا او یا هم د نړیوال تروریزم بل کوم قربانی هېواد نه بلکی پخپله د نړۍ یوازینی ستر ځواک یعنی امریکا و چی زړه یې له کوګل نه ور وکیښ . دغی حملې څه کم درې زره امریکایان ووژل . خو تر دې وروسته دوې نوري تروریسټی حملې هم سوي چی یوه په ۲۰۰۴ کی د مادرید او بله هم په ۲۰۰۵ کی د لندن بمی حمله وه چی د دواړو تلفات ۲۴۵ کسو ته ورسېدل . خو دا دواړي حملې د نوموړو هېوادو اتباعو کړي وې نه القاعده والو . که لویدیځ وال ( خصوصأ امریکا ) په اصطلاح تروریزم خورا ستر معرفی نه کړي او د هغه تهدید د یوې لویی بلا غوندی تبلیغ نه کړي نو څه به پېښه سی ؟ الف – د پوځی- صنعتی مجتمع بازار به سوړ سی ، ب – امریکا به ځانته دښمنان تولید نه کړای سی ، ج – خلک به حکومت درواغجن ، استخباراتی څانګي ناکامه ، او خپرونی هم غولونکي وبولی ، د – د امریکا نړیوال تسلط او هژموني به د خنډ او ځنډ سره مخامخ سی ، هو ، په دې ډول به دا ټول بازارونه وتړل سی او بېله دغو اعمالو به امریکا یو بې هدفه او بې ماهیته غوندی هېواد وی او بس . حقیقت خو دا دﺉ که همدا د سپټم بر د یوولسمی غوندی حمله په کاناډا کی پېښه سوې وای ، نو کیسه به باالکل بل ډول وای . یعنی دا چی هیڅ به هم نه وای سوي . نه به افغانستان اشغالېدﺉ او نه هم عراق . او نه به هم ایران ته پر برېتو لاسونه تېرېدای . که دغه باریکۍ ته ښه ځیر سو ، نو تقریبأ کټ مټ تروریسټی حمله په کاناډا کی پېښه سوې هم ده . په ۱۹۸۵ کی د « ایر انډیا » الوتکه چی د ټورنټو څخه لندن ته روانه وه ، په هوا کی وچاودول سوه چی ۳۲۹ کسه پکښی ووژل سول . دا پېښه د سپټمبر تر یو� �سمي مخکی غټ ترینه تروریسټی حادثه ده . د دغو مړو څخه ۲۸۰ یې کاناډایان وو . دا چی د کاناډا نفوس د امریکا د نفوس لسمه برخه ده ، نو تناسب یې د سپټمبر د یوولسمی د قربانیانو سره باالکل معادل دﺉ . ډیر ژر ثابته سوه چی دا ترو� �یسټان سیکان وو چی د هند څخه بیلتون غواړي . مګر کاناډا هند ته پوځیان و نه لېږل تر څو « د تروریزم ریښې له بېخه وکاږي » او نه یې هم « د تروریزم پر ضد نړیوال جنګ » اعلان کړ . هغوی بس په هوایی ډګرونو کی امنیت ټینګ کړ ، نور یې څه کولای سو ؟ خو امریکا بیا کاناډا نه ده ، بلکی هغه د نړۍ یوازینی ستر جابر ځواک دﺉ . د نوک ځواب په سوک و� �کوی او د سوک ځواب هم په مرمۍ سره لوروي ! امریکا نن د نړۍ بې رقیبه ځواک دﺉ چی سترګي یې په مخ کی نه بلکی په سر کی دي . امریکا نن د روم د امپراتورۍ غوندی د اوج په حال کی ده . هری خوا ته پوځونه سوق کوی ، امرونه او اخطارونه صادروي ، پر دوست خپله رایه تحمیلوی او پر دښمن بیا خپل طاقت استعمالوی یعنی دا چی امریکا نور « جهان مدار » دﺉ چی سیاسی زور یې مخ پر نظامی زور بدلون کړی ، خبري او عمل یې سیاسی نه بلکی نظامی دي . نن « ستر بانکونه » ( لکه جهانی بانک او نړیوال پولی صندوق ) فدرالی زخیره او د امریکا پیسې کنټرولوي ، « ستر تیل » یې نړیوالي انرژیکی منابع ور کنټرولوی ، « ستری خپروني » یې معلومات اداره کوی ، « ستر استخبارات » یې رژیمونه و� �انوی ، « ستره تکنالوژی » یې علمی او تخنیکی ترقی ور کنټرولوی ، « ستره دفاع » یې جنګونه کنټرولوی ، او « ستر پنتاګون » یې هم جګړې ورګټي ! هو ، د امریکا متضاده او متناقضه بهرنۍ تګلاره پدې هڅه کی ده چی کیوبا ونړوي ، عراق خپل کړی ، افغانستان استعمال کړی ، اسراییل مسلط کړی او .... مسیح (ع) را ظاهر کړي ! خو امریکا د خپ� �و نازي ډوله غځېدو له امله نن په مراتبو کمزوره ، زیان منونکې ، تجرید او ناکامه سوې غوندی ښکاري . که پیښي او پرمختیاوی ښه وڅېړو ، نو وبه ګورو چی امریکا د څو عمده بې وسیو له امله نسی کولای چی پر نړۍ خپل نازی � �وله تسلط قایم کړي : په فزیکی ډول یې ځکه نه سی کولای چی اومه منابع او طاقت نه لري ، د دماغی ذهنیت له مخی یې ځکه نه سی کولای چی روحیه او مورال نه لری ، د اخلاقی پلوه یې ځکه نه سی کولای چی ټینګ اخلاقی اساس نه لري ، د م الی پلوه یې ځکه نه سی کولای چی بشپړ مایه او سرمایه نه لري ، او د پوځی پلوه یې ځکه نه سی کولای چی ماهیت او شهام ت یې په دوو اشغالی هېوادو ( لکه افغانستان او عراق ) کی ثابت سو . نو که د دغو بنسټیزو معیارونو د نشتوالي یا لږ والي په صورت کی ( چی همدا فعلأ حکمفرما دي ) ، امریکا پر نړۍ د تسلط عملی اقدام ته لاس واچوی ( لکه نن چی یې کوي ) نو یوه یوه ناکامی یا په یوه پسی بله سرځوړي به یې په برخه وی . فلهذا ، دا چی امریکا دغه ټول مشکلات او ش� �ایط نسی کنټرولولای ، پر نړۍ د پولیس رول سم نسی لوبولای ، نړۍ نسی چلولای ، په امنیت شورا کی ویټو والا ځواکونه نسی مطیع کولای ( لکه روسیه په جورجیا کی ) ، د افغانستان او عراق له جبه زاره نسی راوتلای ، او پر بل هېواد د حملې لپاره اضافی پوځیان نسی تهیه کولای ، نو څه باید وکړی ؟ آیا هېوادونه آباد کړي ؟ ولسونه ماړه کړي ؟ سوله او آرامی راولی ؟ د چا لپاره ؟ دا وسلې ، جنګی مهمات او ستر پوځی تجارت څنګه کړی ؟ ځکه نو ، امریکا اوس په داسی حالت کی راګیر ده چی نه حاجت رفع کولای سی او نه هم لاره خوشی کولای سی ! نو باید څه وکړی ؟ آیا د خلاصون سمه لار یې هم سته ؟ ځواب : هو باالکل ، یعنی : ۱ – صبر او حوصله ( د مشر تابه زغم ثابتول ) ، ۲ – غیر مداخله ګره پالیسی ( تر څو د دښمنانو د تولید پر ځای د دوستانو یوه ستره څپه را منځته کړي ) ، ۳ – سوله ییزه مشغولا ( تر څو د هېوادونو او ولسونو زړونه وګټي ) ، ۴ – غیر تعرضی او دفاعی پوځی حالت ( نه یرغل ، نه پوځی عملیات ، او نه هم د ګوډاګی رژیمونوتولید او نصبول ) ، ۵ – د نورو په شخړو کی نه ورګډېدل ( د یو په ګټه او د بل په زیان له تشبث نه ډډه ) ، ۶ – د هر ډول منفی ، جنجالی او کړکېچنو عکس العملونو منځته نه راوړل ، ۷ – نورو ته د لا� �ښوونی پر ځای د خپلی چړپېدلي دیموکراسۍ مرمت او هغه په اثبات رسول ، ۸ – ځان لومړی د پنځو کالو ، ورپسې د لسو کالو او بیا د شلو کالو یا ډیري مودې لپاره له هر مضر او ناوړه عمل څخه پر شا کول ، که پورتني څو لنډ نوښتونه اجرأ سی نو نړۍ به واقعأ هم یوه سوکاله ، ښېرازه ، او سوله ییزه نړۍ ثابته سی ، که نه ښایی امریکا ژر یا وروسته د نازی جرمنی غوندی ځان او جهان وران کړي . په رښتیا هم هغه قتل چی یو عربي ژبیً یا پښتو ژبیً یې کوی ، د اخلاقی پلوه عینأ د هغه قتل سره برابر دﺉ چی یو انګریزي ژبیً یا عبري ژبیً یې کوي . او هغه قتل چی یو فدایی یې پر مځکه کوي ، د اخلاقی پلوه د هغه قتل سره معادل دﺉ چی یو پیلوټ یې د طیارې د یو بټن په کښېکښلو سره د هوا څخه کوي . د بلجیم پاچا « لومړي باودین » څه ښه ویلی : « شل کاله وخت غواړي چی یو سړﺉ جوړ سي ، خو شل ثانیې غواړي چی ووژل سي » . یو شاعر وایې : امریکا څه ده خوني ښامار دی د دنیا والو په اوږو بار دی په نوبت غواړي د سړي غوښې په دغو شپو یې په موږ وار دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وړۍ", "output": "د سـاړه ژمي پـه ورځ کې، هــــــــم باران ؤ هم جړۍپادشاهۍ لار کې روان وم، رانـه یې تــــاوه کړه کړۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍچې له دې ډلې نه تیر شوم، بلــــــــه ډلــــــــه وه ولاړهګوپیچې یې وې اغوستې، ټــــــــــوپکان یې پرغاړهما وې خــواره مسافره، اوس دې خیر له ربه غواړهبوټ یې هم راڅخه واخیست، هم یې چور کړله شړۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍټول پنــځه کیلو اوړه مې، ؤ اخیستي کـــــــور لپارهبچکي مې لــه دوه ورځو، څــــــــــخه پاتې وو نـهارهدا مې پشا وو زه روان وم، د پـــــــــاشاه پر لـویه لارهبله ډلــه یې شوه رامـخته، رانه وویـــــــــــسته کرتۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍلږ چې ولاړمه د وړاندې، وه پوسته تــر ځمکې لاندېیو ناڅاپـــه ټوپکوال ترې، سر راپورته کړ د باندېدا پلمه یې کړله جــــوړه، چې پرمونږه ولې خاندېرانه یې واخیسته پـه زوره، د اوړو هــــــــــــــغه دړۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍډیرخـفه ورنه روان شوم، په دې تللو پښیمان شومله نفاقه مې زړه تور شو، د یـووالي په ارمان شومد لسګونو غــلو له لاسه، لوڅ لـغړشومه ستومان شومستړی لاړمــه تــر کـــوره، بـــــې اوړو او بـــې مـــړۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍمونږ ؤ خوب ورته لیدلی، چې وطن به مو آزاد شيد دې خاورې او د خلکو، دښمنان به ټول برباد شيد بې وزلو افــغانانو، غمجن زړونه به نور ښاد شيټولې هیلې مو پر باد شوې، لکه بــاد چې وړي وړۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍمونږ وې نورې به زمـــــونږه، لـه زړو وینې نه بهېږيافــــــــغانان به یو تر بله، له دې وروسته نه جنګېږيلکه ورونه بــــــــه یوبل نه، را تـــــــــاوېږي او ځارېږيلا تر اوسه ختمه نه ده، د غـــــــــــــــــــــــمونو دا لړۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍلا تر اوسه مو فــــضا کې، د جــــازونو غورهار دیهم مو پښو لاندې ماینونه، هم په سر زمونږ بمبار دیهره خــــــوا مونږ وژل کېږو، ټــول ولس مو نا کرار دیلا تر اوسه مــو کــــورو کې، شـــــــــته خټېنې کوزه ړۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍنړیـــــــوال لا خبر نه دی، چې پر مـــونږ څــه تېرېږيخوار ولس او خـواربچي مو، هره خوا ځورل کېږيد سره اور په سرو لمبوکې، خو زمونږ ولـس سوځیږيبې خبره ده مــــــخلصه! زمونږ خــــــــــــلکو نه نـړۍله وسلو رانـــــه چاپیر شول، رانه یې واخیسته ګړۍ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان به روانه اونۍ د H1N1 واکسین ۶ لکه ډوزه تر لاسه کړي", "output": "میرویس جلالزی د عامې روغتیا وزارت یوې سرچینې نن بینوا ویب باڼي ته وویل چې افغانستان به په روانه اونۍ کې د اچ یو ان ایو والګي پر وړاندي د وقایوي واکسین ۶۰۰۰۰۰ ډوزه تر لاسه کړي. د عامې روغتیا وزارت وایې چې د ۲۰۰۹ کال له جولاۍ میاشتې را پدې خوا د خوګ په والګي د اخته افغانانو شمیره ۹۴۸ ته ورسیده او ۱۷ تنه په دغه ناروغۍ اخته کسان تر اوسه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند فرید احمد راید وویل چې له دغو واکسینونو څخه یې سل زره ډوزه د ترکیې هیواد او پاتې ۵۰۰۰۰۰ نور یې د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا افغانستان سره مرسته شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بي بي عفيفه(د كلات يوه ژوندۍ نوموركې شاعره)", "output": "لومړۍ خبره: يو وخت د پښتو له يوه پياوړي شاعر څخه پوښتنه وسوه، ول په نړۍ كي دي كوم-كوم ښارونه خوښ دي، دوى په جواب كي ورته وويل چي تر اوسه چي مي په نړۍ كي كوم ښارونه ليدلي دي، نو په هغو كي مي يو د پېښور او بل د كندهار ښار ډېر خوښيږي. له هغه � �اعر څخه د دغه انتخاب په اړه دليل هم پوښتل سوى و، خو هغه ورته ويلي وه چي دا مي په ذوق پوري اړه لري او ډېر نه پوهېږم چي ولي مي دغه ښارونه خوښيږي.ما چادي خو ډېر ښارونه، نه دي ليدلي، خو څه نا څه ښارونه چي مي ليدلي دي، نو په اول قدم كي خو پر كندهار مين يم او په دوهم ګام كي مي د كوټي ښار خوښيږي.د احتمالي پوښتني په اړه ويلاى سم چي كندهار ښار خو مي د زوكړي، خالپوڅو، بازيو، زدكړي او تر دې ور ها خوا ته د پلار او مور او زړه ته را تيرو يارانو او انډيوالانو كورګى دى او كه مي پرله پسې يوه مياشت ځني ليري كې، نو زما په خيال چي زاره به مي وچوي او د كوټي په اړه دونه ويلاى سم چي كوټه مي په څو دلايلو خوښيږي، يو خو دا چي له موږ څخه په ډېره نامردۍ بېله سوې ده او ګواكي زموږ پردېسه او مسافره خاوره ده، بله دا چي په كوټه كي زموږ ډېر فرهنګي كسان مېشت دي او چي هر كله څوك ور سي نو هلته هيڅ دا احساس نه كوي چي ګواكي دا دي د سياسي جغرافيې په لحاظ زموږ څخه بېله سوې سيمه وي، بل زيات د خوښۍ اړخ يې دا دى چي خلك يې ډېر يارانه او واقعاٌ مېلمه پال دي او په اصطلاح پر مېلمه يې جنګ وي چي يو وايي زما س� �ه دي ولاړ سي او بل وايي زما سره او د نورو دلايلو په اړه ځكه دلته نه ږغېږم چي له موضوع څخه ډېر ليري نه سو. ځكه نو زه چي هر كله رخصتي او يا يو بل مناسب فرصت پيدا كړم، نو زياته هڅه كوم چي د كوټي په ښار كي شپې او روځي تيري كړم. دويمه خبره: زما د كمزوري ادبي ژوند لومړى پړاو د پښتو تذكرو له بركته را منځته سوى دى او هغه داسي چي زه چي څه نا څه له پښتو ليكنو، پښتو اديبانو، شاعرانو او د پښتو ادب له تاريخ سره بلد سوم نو هغه د پښتو تذكرو له اسيته دغسي پېښه را وسوه. تر پښتو دېوانونو وروسته په لومړي قدم كي زما پر پښتو تذكرو سترګي � �وڼي سوي دي او زه د هغه له وجي له پښتو ژبي او ادب سره يو څه اشنا سوى يم.له دوولسو كالو راهيسي زه د پښتو ت� �كرو په لوستلو ځان بوختوم او تر يو حده پوري اوس دې ځاى ته رسېدلى يم چي يو ځاى د يو شاعر نوم واروم نو پوهېږم چي دا په تذكره كي راغلى دى او دا نه دى راغلى او د شاعرانو په ژوند او احوالو مي ځان خبر كړى دى. چي خبره داسي ده نو طبيعي ده چي زه له دغه ډګر سره نهايت ډېره علاقه هم لرم او تل هڅه كوم چي يو داسي شاعر پيدا كړم چي هغه په پښتو تذكرو كي نه وي معرفي سوى، دا نو كه پخوانى شاعر وي او كه اوسنى هغه.د همدغي ميني پر بنسټ نو هر وخت زما دا هڅه وي چي په دغو غارو ګوتي ووهم او دا چي څه مي ځني را ايستلي دي، نو د هغو يادونه مي كله نا كله په ځينو پښتو خپرونو كي كړې ده.نتيجه:د پورتنيو دوو خبرو په څرګندولو سره دې پايلي ته رسيږو چي دغه دوه لاملونه ول چي نن يوه نوموركې شاعره درته معرفي كيږي او كه دغه خبري نه واى، نو خداى خبر چي د عشق په اور كي يوه سوې لوې � �اعره به ما پېژندلې واى. اصلي خبره: په كوټه ښار كي زما يو دوست (حاجي عبدالمنان ساګزى) اوسيږي او تل يې زه په قلمي نسخو نازولى يم، هر وخت چي ورغلى يم نو يوه نادره قلمي نسخه يې را ښكاره كړې ده او آن د ياداښتونو د اخيستلو لپاره يې هم نسخې په واك كي راكړي دي. دوه كاله تر مخه چي كله ورغلم نو را ته ويې ويل چي زم وږ كلي (خروټ آباد) ته له سرانانو څخه يوه كلاتۍ پخه پېغله راغلې ده او خورا ښه شعرونه وايي، مازيګر له خيره به ورسو. زه په دې خبره څه فكرجن سوم چي يو خو د كلات پښتنه ده او بله بيا پخه پېغله ده، نو د دوى كورنى ذهنيت او ټو� �نيز چاپېريال به څه راته وايي چي يو د اوږدې ږيري، غټو برېتو او غټي لونګۍ تښتن حاجي صاحب او بل چټ و پټ نرى او � �نګر ځوان له يوې پردۍ ښځي كره ور روان وي.حاجي صاحب راته وويل چي غم يې مه كوه، ما دا ټول شيان په نظر كي نيولي دي، هيڅ ستونزه نسته.مازيګر مو د نظرمحمد (د شاعري ورور) د كور دروازه ور وټكوله او يو سپېره سړى راته را ووتئ، ښه تود روغبړ يې را سره وكړ او د كور په سراچه كي يې كښېنولو، تر چايو راوړلو وروسته يوه په عمر پخه ښځه هم راغله او روغبړ يې را سره وكړ، حاجي صاحب راته ويل چي دغه بي بي عفيفه ده او خورا ښه شعرونه ليكي، خو د خپرونو � �ه كسانو سره هيڅ نه پېژني او تر اوسه يې هيڅ شعر په كومه مجله او ورځپاڼه كي نه دى چاپ سوى. دغه ښځه د پلار پر كور ناسته وه او په اصطلاح ستۍ وه، واده يې نه و كړى. ما غوندي چوپه انسانه، نه وه، بلكي ښه ډيري خبري يې كولې، داسي څرګندېدله چي راډيو هم ډېره اروي او د حالاتو په اړه يې د خپل نظر اظهار هم كاوه. نه يې تر اوسه خپل شعرونه كوم ځاى چاپ كړي ول او نه يې نور پښتو شعرونه لوستل. د دې له قوله يې يوازي د رحمان بابا او جهاني صاحب شعرونه لوستلي ول او له دغو دوو شاعرانو سره يې خورا زياته علاقه لرله.بي بي عفيفې پر خپل مرحوم پلار (ملا عبدالله هوتك) په زابل كي لومړني ديني درسونه لوستي ول، ليك او لوست يې هم د خپلي خاصي علاقې له مخي زده كړى و، ځيني پښتو كتابونه لكه رشيدالبيان، ملي هنداره او د رحمان بابا دېوان د دې باعث سوي ول چي اوس بي بي عفيفې هم ښه لوستل كو� �اى سواى او هم ليكل. كله مي چي د شعر ليكلو وجه ځني وپوښتله نو كوم خاص جواب يې نه سواى راكولاى چي ولي شعرونه � �يكي، خو دونه يې ويله چي زه له پښتو شعرونو سره بېخي ډېره مينه لرم او همېشه مي كوښښت كړى دى چي په خپلو شعرونو كي د خپل نامراده ژوند حالات انځور كړم.آغلې بي بي عفيفه د دې له قوله اووه څلوېښت كاله تر مخه د كلات په ښار كي د ملا عبدالله اخوند په كور كي زېږېدلې ده، مروجه ديني علوم يې پر خپل پلار لوستي دي، د نامعلومي وجي له مخي يې واده نه دى كړى او اوس له وروڼو او ورېندارګانو سره اوسيږي، خو زما په خيال چي په خپل كور كي هم روغه روځ نه ل� �ي. اوس د خپلو شعرونو يوه پنډه ټولګه (دېوان) لري او لا لګيا ده او خپل فارغه وخت د شعرونو په ليكلو تېروي.د � �غلي عفيفې شعرونه ساده ولسي رنګ لري او كه تكراري خبره نه وي، نو د خپلي ټولني يوه ښه انځورګره يې بللاى سو. شع� �ونه يې ډېر ساده او سليس دي، د غزل په فورم كي هڅه كوي چي د خپلو خيالونو څرګندونه وكړي. اكثره شعرونه يې انت� �ادي او انتباهي رنګ لري او داسي ايسي چي له خپلو څخه ډېره رنځېدلې او كړېدلې ده. له شعرونو څخه يې داسي ښكاره كيږ ي چي له خپل ژونده ډېره سخته ګيله منه او ناراضه ده او هغه څه چي د آغلي عفيفې په زړه كي دي، هغو ارمانونو ته نه ده رسېدلې. زياتره شعرونه يې ډېر سوځلى رنګ لري او پر يو نرم زړه ډېر اغېز كوي، يا په بله اصطلاح يو مين غوندي څوك ډېر ژر ژړولاى سي.شعرونه يې هيڅ تخنيكي ستونزه نه لري او ټول پر وزن برابر ويل سوي دي. د قافيو او رديفونو په � �ړ كي يې چنداني نوښت نه تر سترګو كيږي او زياتي قافيې او رديفونه يې تكراري بڼه لري، خو دانه مانه شعر يې ښه � �افيه يا رديف لري چي د هغو فيصدي ډېره كمه ده. آغلي عفيفه د رحمان بابا او ښاغلي جهاني له اشعارو څخه ډېره م تاثره ده، ځكه يې نو زياتره كلمات او تركيبات له دغو دوو شاعرانو څخه په پور اخيستي دي، خو څوك دا ويلاى نه سي چي د دې شعرونه دي د هغه سبك پيروي كوي.د دې د اشعارو د دېوان بله ښېګڼه دا ده چي زياتره برخه يې د مقاومت پر ا� �عارو را څرخي او د روسي ښكېلاك ظلمونه يې په خپله ساده ژبه او لهجه بيان كړي، د خپل كلي او كوڅې پر هغو شهيدانو يې په ورټ-ورټ اوښكي تويي كړي دي چي د دغه يرغل په وخت كي يې پر خپلي خاوري سر ايښى دى. زما په ګومان چي كله موږ په بشپړه توګه د مقاومت ادبيات څېړو، نو كېداى سي چي د آغلي عفيفې د شعرونو يوه برخه مو هم د بحث موضوع سي.نور نو په عمومي توګه آغلي عفيفې پر مختلفو مسايلو خپل شعرونه ليكلي دي چي هر وخت كه خداى كول چي ټولګه يې خپرېدله، نو زما يقين دى چي ښه مغتنمه سريزه به د پښتو كوم خواخوږى پر وليكي.لاندنۍ غزل يې تاسو درنو لوستونكو ته د بولګې په توګه وړاندي كوم: غزلڅاڅي تر زړه ويني پر سر بل مي سره اورونه ديربه راته وايه كوم مي كړي ګناهونه ديزه يم له اوله بيا تر ننه رنځېدلې تلاوس مي پر زړه پاته د تودې ميني داغونه ديخلك دي نور نكل د خوښۍ راته هيڅ نه كويزما په برخه دلته رسېدلي تور غمونه ديزه د پتڼ غوندي پر ډېوه باندي كړېږمهدغه ناكام عشق مي را سوځلي وزرونه ديمرم آخر په درد كي له غمونو د خپل ياره زههر وخت چي يې ما ته را لېږلي جوابونه ديكور كي مي د ميني زلزله را نازل سوې دهلمر نسته پر ما باندي همېش تېز بارانونه ديزه عفيفه ناسته په ام يد د خپل دلدار يمهډك مي له غمونو د تودې ميني شعرونه دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان محترم جمهور رئيس ته پرانيستى ليك", "output": "جلالتماب حامد كرزى د افغانستان د اسلامي جمهوريت محترم جمهور رئيس السلام عليكم ورحمة الله وبركاته په هيواد كښې د ګډوډۍ او د اوضاع د خرابۍ لپاره د ځينو حلقو له خوا سخت كوشش روان دى. داسې ښكاري چې عطا محمد نور بغاوت كړې دى ، دده ترشا داخلي او خارجي لوى استاذان ولاړ دي او ستاسى د بدنامولو لپاره پلانونه او ستراتيژۍ جوړوي ، يريږم چې خداى مكړه هغه پلان چې ډاكټر نجيب ته جوړ شوى ؤ هغه پلان تاسې ته جوړ نه شي. ډاكټر نجيب ته يو مثلث جوړ شو ، په دى مثلث كښې ببرك كارمل ، دوستم او احمد شاه مسعود شامل وو. نجيب يى په ډير هنر راچپه كړ ، دا كټر نجيب له ببرك نه د قدرت څوكۍ اخيستى وه نو ځكه ببرك كارمل له نجيب نه خپل انتقام واخيست. ستاسى د حكومت او د امريكى د متحده ايالاتو تر مينځ په روابطو كښې د نزاكت په پيدا كولو كښې هم ستاسى ظاهري دوستان لاس لري. ستاسې په خوا كښې داسې عناصر موجود دي چې ستاسې خبرې او اسرار ستاسې مخالفينو ته رسوي ، دا عناصر دستوري كارونه كوي ، دوي ته پيسې وركول كيږي. مخالفين نه غواړي چې ستاسې په خوا كښې وفادار او مخلص او پوه خلك ځاى ونيسي .په لومړي سر كښې له تاسې سره ښه ښه دانشمندان وو ، هغوي ټول ستاسې له څنګ څخه ددى لپاره لر كړاى شول چې هغوي تاسې ته سمې مشورې دركولى او تاسې يلى د هر كار عواقبو ته متوجه كولۍ.د باندنيو چارو وزارت ستاسې له مخالفينو څخه ډك دى ، د ډاكټر عبدالله عبدالله د وخت خلك اوس هم په دغه وزارت حكومت كوي د باندنيو چارو وزارت نور هم خراب شوى دى . د اعلحضرت محمد ظاهر شاه د وخت وزارت خارجه او د اوس وخت وزارت خارجه ځمكه او آسمان سره فرق لري ، دهغه وخت د باندنيو چارو وزارت يو دروند وزارت ؤ ، درنو دبلوماتانو پكښې كار كاوه اما نن دغه وزارت ډير سپك وزارت دى او يو شمير بى مسلكه خلك پكښې كار كوي .ستاسې يو شمير سفيران او دبلوماتان دډاكټر عبدالله عبدالله خلك دي ، دوي له دولت څخه معاش اخلي خو د داكټر عبدالله لپاره كار او تبليغات كوي . په جمهوري رياست كې ډير شمير جاسوسان شته ، دا جاسوسان جاسوسي كوي ، په دى جاسوسانو كښې پښتانه هم شته ، دا بدبخته او بى ايمانه پښتانه هم د پيسو په خاطر له تاسې او وطن سره جفا او خيانت كوي ، زه پوهيږم چې تاسې دا عناصر پيژنۍ خو د هغوى د لرى كولو لپاره اقدام نه كوۍ ، ځكه تاسې پوهيږۍ چې شايد د دوي پر ځاى به بدتر خلك راشي. ستاسې په كابينه كښې زياتره وزيران د ليبرالانو په جامه كښې تاسې ته ځانونه نژدې كړي دي او له دى لارى خپل اهداف تر سره كوي. د اعلحضرت محمد ظاهر شاه په پادشاهۍ كښې ستاسې خدايبخښلى والد صاحب د ملي شورى مرستيال ؤ ، څومره دروند شخصيت ؤ ، چې په لار به روان ؤ نو د دروندوالي له لاسه به ځمكه خوځيده ،په كومه ورځ چې داوود خان كودتا وكړه نو د سهار اوه بجې وې خدايبخښلى له خپل كور څخه بهر راووت ، زه هغه وخت د 19 كالو وم ، زه له خپل پلار سره په كوڅه كښې ولاړ وم ، زما پلار ته يى وويل چې دا څه وشو؟ داوود خان ولى داسې ليونتوب وكړ ؟ د اوس وخت د ولسي جرګې په مشرانو كښې هغه دروندوالى او هغه هيبت نشته. كوم چې په پخوانو كښې ؤ . ستاسې والد صاحب يو قومي مشر ؤ ، خلكو يې عزت كولو او د ستر دسترخوان خاوند ؤ.د ظاهر شاه د وخت د كابينې غړي هم د اوس وخت د كابينې له غړو څخه په پوهه ، شخصيت او دروندوالي كښې بهتر وو. موسى شفيق ، ډاكټر ظاهر ، صمد حامد ، نور احمد اعتمادي ،ميوندوال ، عبدالستار سيرت ، وفي الله خان ، علي احمد پوپل يى يو څو مثالونه دي. اوس ددوي په سويه وزيران نشته. محترم ورور جناب كرزى صاحب !زه دا خبرى صرف له تاسې سره د خلوص په خاطر ليكم ، زه دا خبرې صرف د هيواد او هيوادوالو د خير او فلاح په خاطر ليكم، كه دا واك مخالفينو ته په لاس ورشي نو بيا به كابل په ويرانه بدل شي ، بيابه له هر طرف نه د كابل په خلكو د راكټونو باران وشي ، بيابه د كابل 65 زره بيګناه خلك قتل شي. دا خلك چې نن له تاسې سره مخالفت كوي او تاسې بدناموي ، دوي پخپله بدنامه خلك دي ، دوي جنايتونه كړي ، دوي خيانتونه كړي ، دوي زشت اعمال سرته رسولي دي . دوي د ولس په وړاندې سرټيټي دي ، دوي به خامخا يوه ورځ له صحنې نه ځي او محكمې ته به حاضريږي. بين المللي ټولنه هم ددوي له لاسه پوزې ته راغلى ده ، بين المللي ټولنه راغلى چې له افغانستان سره كمك وكړي ، مكر دا خلك د هيواد بهبود او آبادي نه غواړي ، دوي وايي چې دا جمهوري رياست ددوي حق دى او دا رياست بايد له دوي سره وي ،په دوي ډيره سخته تماميږي چې تاسې په دغه څوكۍ ناست ياست ، دوي په تاسو دا پيرزو ينه نه لري چې دا رياست دى له تاسې سره وي، دغه رياست خو له استاد رباني سره هم ؤ ، هغه څه وكړل ، د هغه په وخت كښې خلك درپه در او هيواد ټوټى ټوټې او زرى زرى شو . په افغانستان په داخلي چارو كښې بهرني لاسونه كار كوي ، همسايه هيوادونه په قرار نه كښيني ، ددوي تر مينځ د افغانستان په سر رقابتونه دي دوي د افغانستان د تجزيې په فكر كښې دي ، تاسې كوشش وكړۍ چې د همسايه هيوادونو رقابتونو ته د حل لار پيدا شي ، كه دا رقابتونه له مينځه لاړ نه شي نو د افغانستان د نجات دلارې موندل به ګران شي. استاد عطا چې ستاسو لخوا والي مقرر شوى دى ، هغه نن د بلخ واكمن دى ، ستاسې له اوامرو څخه سر غړونه كوي ، دده تر شا لوى قوتونه ولاړ دي ، هغه په خپل قوت نه بلكې د نورو په قوت داسې غټې غټې خبرې كوي او غواړي د شمال اړيكې له مركز سره پرې كړي ، كه دا اړيكى پرى شي نو شمال او جنوب به سره بيل شي .استاعطا ډير هوښياراو ځيرك سياستمداردى. هغه د نړۍ له بيلابيلو هيوادو او حكومتونو سره يې خپلې اړيكې ټينګې كړي دي او ښه روابط لري. دا روابط بايد د مركزي حكومت له لارى ټينګ شي اما څرنګه چې مركزي حكومت ضعيف دى نو له دغه ضعف څخه په استفاده هغه خپل كار او فعاليت كوي.له استاد عطا سره بايد مذاكره وشي تر څو ملت ته دا حقيقت څرګند شي چې لانجه څه ده او كشمكش په څه خبره پيدا شوى دى. په درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد ناچاپ اثار", "output": "دارواښاد علامه رشاد بابا ټولي قلمي نسخې کاپي کيږي د ارواښاد علامه رشاد بابا د ناچاپو اثارو د ښه ساتني په نيت د ټولو قلمي نسخو څخه د کاپي اخستلو لپاره يوه پايه د پوټوکاپۍ ماشين ، يوه پايه جنراتور ، يوه پايه ( ټرانسفارمر ) او د اړتيا وړ قرطاسيه مواد د ارواښاد علامه رشاد بابا د کورنۍ د غړو په شخصي لګښت واخستل شوه . پر نوموړي ماشين د روان کال د فبرورۍ د مياشتي پر دوهمه نېټۀ د ارواښاد علامه رشادبابا د ناچاپو اثارو او قلمي نسخو د کاپي کولو کار پيل شو . ښاغلي ډاکټر طارق رشاد چي تر څو مياشتني سفر وروسته له افغانستان څخه هالنډ ته راستون شوی دی د بېنوا ويبپاڼي خپرنيزي څانګي سره په خبرو کي په دې اړه وويل : د قلمي نسخو د امانت ساتلو او ددې لپاره چي د استاد د اثارو پوره ساتنه شوې وي ، اړينه وه چي د ټولو قلمي نسخو څخه کاپي واخستل شي ، او په بېلابېلو ځايونو کي وساتل شي . ښاغلي ډاکټر طارق رشاد وويل : يو شمير هغو مراجعو چي د علامه بابا د ناچاپو اثارو د چاپولو لپاره يې تياری ښودلی و ، اوس به نوموړو مراجعو ته د دوی د غوښتني سره سم د ټاکل شوي اثر يوه کاپي وسپارل شي . د يوې بلي پوښتني په جواب کي چي ايا له دوی سره د کاپي کولو په دې کار کي کومه دولتي اداره يا موسسه مرسته کوي ښاغلي ډاکټر طارق رشاد وويل : ( نه ، د استاد د ناچاپو اثارو د خوندي ساتلو ، او کاپي کولو په دې کار کي له دوی سره کومي دولتي يا غير دولتي موسسې مرسته نه ده کړې) . تر نن ( ١٠_ جنوري _ ٢٠٠٥ ز ) پوري پنځو ناچاپو اثارو د کاپي کيدو کار بشپړ شوی او د استاد په لاس د کښل شويو لسګونو زرو پاڼو د کاپي کولو کار روان دی . _ ادبي نقد _ د کندهار زيارتونه _ سوري پښتانه _ د کندهار تاريخ ( دوه ټوکه ) ښاغلی ډاکټر طارق رشاد وويل چي د راتلونکي مياشتي ( مارچ ) په اوږدو کي به يو ځل بيا افغانستان ته ځي ، چي د سفر موخه به يې د ارواښاد علامه رشاد بابا د ناچاپو اثارو د قلمي نسخو خوندي کول ، اويو شمير هغو مراجعو سره له نږدې کتل وي کومو چي د ارواښاد استاد بېلابېلو کتابونو د چاپ لپاره چمتووالی ښوولی دی . د ارواښاداستاد علامه رشاد او دهغه د وياړلي ژوند په اړه د نورو مالوماتو لپاره دلته کښېکاږئ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "میدان وردګو کې د امریکايی سرتیرو په ټانک چاودنه وشوه", "output": "جلالزی نن د میدان و� �دګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د امریکايی سرتیرو په ټانک د ماین چاودنه وشوه. د میدان وردګو د والي نطاق شاهد الله شاهد رسنیو ته ویلي چې په دغه چاودنه کې څلور امریکايي سرتیري وژل شوي او شوبله یې له مینځه تللي ده. د دغه برید مسولیت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب چریکانو په غاړه واخیست ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ترکمنستان په دهرات ۵۰کلومتره ښاری سړکونه جوړاوڅه نوری سوداګری ژمنی یی کړی دی", "output": "په اسی مهال چه دهرات والی احمدیوسف نوریستانی اوورسره دولتی پلاوی دترکمنستان سفر څخه راستانه شوه دوالی ویاندنقیب الله اروین په یوه خبری غونډه کی دغه سفرګټوروباله زیاته یی کړه دبیارغونی اوسوداګریزه چارودګڼه اسانتاوو ژمنی یی ترلاسه کړی«ترکنستان سره دسون دموادودرالیږداودموادوپه کیفیت خبری وشوی،دسوداګری په چاروکی ددواړوهیوادونوترمنځ دیوی ګډی سوداګری خونی دجوړښت ژمنه وشوه، په عشق ابادکی دافغانی لاسی صنائعویونندارتوپرانستل،دسوداګرولپاره دترکمنستان دویزواسانتیاوی نوری مثلی وی چه خبری په وشوی ،داچه دهرات بریښناله ترکمنستان څخه دی دبریښناپه اوندبحث وشواودترکمنستان مرپه ولایت کی زمونږدبریښنادکارکونکودروزنی ژمنه هم وشوه» دهرات دوالی ویادوویل دیادشویووړاندیزوداخیستوپه ژمنه ترکمنستانی لوری دهرات دوالی داوړاندیزهم واخیسته چه له مخی به یی دهرات ښار۵۰کلومتره سړک درغونی ونډه اخلی. که څه هم اروین ډاډه وه چه ترکمنستان به کړی ژمنی پلی کړی مګردایی بیاونه ویویل چه څه وخت؟اوپه څومره لګښت؟ بایدووایم چه ترکمنستان دافغانستان په غرب کی اوږده پوله هرات اوبادغیس سره لری دفغانستان دنوروګاونډیوهیوادونوبرخلاف له ګاونډیوب څخه یی کله هم شکایت نده شوی، دغه هیواددپخوانی شوروی اتحادله برخی څخه شمیرل کیده څه دپاسه ۲۰کاله وړاندی یی دشوری له ړنګیدوسره ازادی واخیسته په افغانستان کی یی دبیارغونی برخه کی دونډی اخیستوپه ونده کی هرات ته دبریښناورکړه اوتورغنډی بندرته دریل ګاډی پټلی راغځول ښی بیلګی یادولی شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دتوروشپو او جنګ جدل استازي نه غواړو", "output": "ګرانو او محترمو لوستونکو سلامونه مې ومنﺉ ! وخت به مو ډېر نه نیسم وړاندې به هم نه ځم صرف دا داوو کلونو تورمخي به لږ تاسو ته وښیم : ۱ ــ دطالب کمپله یې ور ونغاښته دا چي دڅه لپاره هغه هم ستاسو قضاوت ته پرېږدم خوله ما سره دا پوښتنه ده چي، په زرګونو بهرني پوځیان له شا اوخواڅلوېښتو هېوادنوڅخه په اصطلاح د(سوله ساتو) په نوم راغلل دا نور یې هم اخوا پرېږدﺉ زه تاسو ته یوازې زموږ دتاریخي غلیم (انګریز) ک� �بوړي دریادوم چي نږدې اته زره یې زموږ په نامي هلمند ولې ور شېوه کړل ؟ ۲ ــ د۱۶۰ په � �ا او خوا کې ملکي انګریزان دهېواد شمال ته ولېږل شول دا چي دڅه لپاره هغه هم تاسو ته پرېږدم خوزه یو ځل بیا هردم شهید هلمند دریادوم چي په دا اوو کلونو کې انګرېزانو څومره جفا ورسره وکړه . ۳ ــ دسنګین له ولسوالي څخه یې رانیولې بیا ترځینونورو ولسوالیو پورې یې په ډول ډول ستونځواړولي وونن به یې طالب ورته راووست خوسبابه یې طالب پکې وژلی و،دې منډوخورخو دوام درلود خو دوی دمخدره م وادوپه کرکیله ښه پوره سره شوي ووداچي څومره عاید به لاس ته ورغلی وي هغه به هم دوی ته و� �پرېږدو تېر کال زموږ نارینه (کرزي) ددوی یو دوه دیپلوماتان په دې تور چي ګواکي له طالبانو سره کوم ح ساب لري واپس لندن ته ولېږل ظاهرأ خو یې دخلګو په نظر کې لوګي ور وکرل خو خبره داسې نه وه که رښـــتیا هم زموږ دا ولس دښمن کرزی ورسره جوړ نه وای نو بیاولې څو ځلې لندن ته ورغی اود څه لپاره یې پوځي م� �سته ور څخه غوښته ؟ ۴ــ زموږ دلغمان د تنکیو ګلانو مرۍ دچا لخوا غوڅې شوې، چایې پړه په غاړه واخیسته او اوس څه شول؟ ۵ ــ دقندهار په نجونو چااو د څه لپاره تېزاب وشیندل ؟ څو نورو مسلو ته موهم پام رااړوم هغه دا چي : ــ دا چي په کوزه پښتونخوا کې له کومه ،د څه، او دچا لخوا په اصطلاح دیني مدرسې جوړې شوې دي دا هم تاسوته پرېږدم خوما ته دادخنداوړ ښکاري چي،نن انګرېزی صد� �اعظم دسولې په خبرو باورنه لري او وايي چي، جګړه روانه وي په سوله مې باور نه راځي خوبیا یې په سبا یو بل څه وايي پوځي جنرالان یې هم نن یوه او سبا نورې ببولالې وايي د بهرنیو چارو وزیر یې لکه اسمانڅکالی په تیاره شپه له لندن څخه تر هلمنده پورې ځان را رسوي، نوې څارګرې الوتکې چي ۸۶۰ ملیونه پونډه پرې لږېدلي دچا اودڅه لپاره رالېږي؟ ــ څه موده مخکې یې وېل چي، موږ نور پوځیان افغانستان ته نه شو ورلېږلی خونن بیاوايي چي موږ به نور کربوړي هم ورولېږو ددې مسلې غور هم تاسو ته پرېږدم . ــ د هنــــدوستان مم بي په لوګو پټه شوه ۳۰۰ ټپیان او یوسل او اته اتیا کسه پکې ووژل شول امریکا او نور لویدیڅوال پاکستاني چارواکي همکاري ته را هڅوي خو دانګرېز دبهرنیو چارو وزیر وايي چي، باید له پاکستان سره مرسته وشي نو، خوږو لوستونکو!اوس مو هم باور نه راځي چي، انګرېز دسیمې تاریخي غلیم او د تورو شپو استازی دی ؟ هیــــــــــــــــــــــــــــــــ� �له : زه له هغو ټولوهېوادپالو، لیکوالواوملي پانګوالوڅخه هیله کوم کوم چي، دګران افغانستان په خپلواکي مین وي ترڅوژر تر ژره انګرېزان زموږ له پاکې خاورې څخه وت� �وته اړباسي چي موږ وکولای شودهېواد دخپلواکي د(۹۰)نویمې کیزې دلمانځلو په ورځ د دوی مخونه په ګران اوسپېڅلي افغانستان کې ونه وینو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار: د پولیسو موټر د واټ د غاړې ماین والوزاوه", "output": "د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د افغان پولیسو یو رینجر ګاډی د واټ د غاړې ماین ویجاړ کړی او پکې څلور سپاره پولیسان هم وژل شوي دي. امنیه � �وماندان مطیع الله قاطع وویل چې د طالبانو په دغه عمل کې د پولیسو نقلیه وسیله هم له مینځه تللي ده. کندهار په تیرو څلورو میاشتو کې د مسلسلو خشونتونو او چاودنو شاهد پاتي شوی دی.د طالبانو دغه پخوانی مرکز په تیرو څو کلونو کې د امنیت له پلوه تر زیاته بریده خوندي پاتي شوی وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څه تمه وشي ؟", "output": "څه تمه وشي ؟ دغه تغیر او بدلیدو نه به څه تمه و� �ی ؟ د جهانخوارو د وعدو نه به څه تمه وشی ؟ دا به رښتا وی هغه څه چه دوی وعدی ورکوی؟ د نوی مشر تدبیرو نه به څه تمه وشی ؟ خلکو د ظلم او ورانکاره سرمایی نظام نه ددو هوښیاره لیونو نه به څه تمه وشی ؟ روزګار به بیا خپل ازموینه راڅ� �ګنده کاندی زموږ د بربادو ارمانونو نه به څه تمه وشی ؟ هغه ظالم پاچا د ظلم دانجام نه و� �وسته د دغه ځوان د کړو وړو نه به څه تمه وشی ؟ خلکو دا ظلم دا وحشت به وی تر کومه پوری؟ خاونده ستا د قدرتونو نه به مو تمه وشی ٠ دغه ناتار چه نن سبا په ولسو روان دی ددی وحشت دختمیدو نه به څه تمه وشی ؟ که داسی نه وی نو راپاڅه ای مظلوم ټبره یو لوی تحریک د و� �سو نه به څه تمه وشی ٠ افغانی ستا کلی بانډی چه ورانوی نه ګوری؟ ددی ورانکار سړی خورو نه به څه تمه وشی ؟ ---------------------------------------- سمیع الدین افغانی ٢٩ - ١ - ٢٠٠٩ مهاجرت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كندهار كې ۷ تنه پوليس وژل شوي دي", "output": "د كندهار د امنيه قومندان عصمت الله علي زي خبر وركړ، چې دغه پوليس دهفتې په شپه دګزمې پرمهال دسپين بولدګ ولسوالۍ او ښوراوك دلاري ترمنځ دطالب وسله والو تربريد لاندې راغلل.علي زي زياته كړه لومړۍ طالبانو دپوليسو پريوې ګزمې بريد وكړچې،له بريد لږه شيبه وروسته نور پوليس په دې خاطر چې خپل ملګري دطالبانو له بريد څخه وژغوري،سيمې ته ورغلل چې هغوى هم له ورته وسله وال بريد سره مخامخ شول چې ،په پايله كې اوه پوليس ووژل شو اوڅلور پوليس ژوبل شوي هم دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان بیا اتلولي خپله کړه", "output": "د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کي چي د عربي متحده اماراتو په هېواد کې روانې وې نن افغانستان اتلولي خپله کړه افغانستان نن په اخري (فاینل) لوبو کې کوربه هېواد ته په څلور اتیا ۸۴ منډو ماته ورکړه او پدې توګه يې اسیایي لوبو ته د لار موندلو تر څنګ د سیالیو اتل سو نن افغان بالران او منډه جوړونکي دواړه ښه وځلیدل افغانستان له پچې ګټلو وروسته پخپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په شل اورونو کي يې د اتو لوبغاړو په سوځیدلو ۱۹۶ منډي جوړي کړي خو د اماراتو لوبډله یاد هدف ته په رسیدلو ونه توانیده او لوبغاړي يې یو په بل پسي ژر ژر وسوځيډل او پدې توګه افغانستان په ۸۴ منډو لوبه وګټله هېره دي نه وي چې دغه لوبه د شیخ زاید په لوبغالي کې ترسره سوه چي د لیدلو لپاره يې په سلګونو افغانان راغلي ول د افغانستان د کرکټ ملي ټېم چی ټول لوبغاړي يې پښتانه دي دا څووم ځل دي چې په سیمه ایزو او نړیوالو شل اوریزه او پنځوس اوریزه سیالیو کي اتلولي خپلوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طالبانو امارتي چارواکو ته:!", "output": "ذبيح الله مجاهد صاحب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته د اجمل زاخیل لیکنه او رالیږنه په لراوبر ويبسايټ کې مې د کندز د غملړلې پيښې په اړه ستاسو د دروغو، خطا ايستونکو او تش په نوم پلټنو راپور وليده. زه حيران پاتې شوم چې تاسو څومره دروغجن او له حقيقته لرې خبرې کوئ. تاسو واياست چې په دې بمبارۍ کې ټول وژل شوي کسان عام خلک دي نو ستا دې په خپل ايمان قسم وي رښتيا ووايه چې د سوزېدلو ټانکرونو شاوخوا پراته ټوپکونه د چا و. په هغه شپه زه د عمرخيلو په کلي کې د خپلې ترور کره وم کله چې بمباري وشوه او د پېشلمي په وخت د کلي له نورو خلکو سره د پېښې ځای ته ورغلو نو ستاسو ملګري ټوپک په لاس ولاړ وو او خلکو ته يې ويل چې که مطبوعاتو درسره خبرې کولې نو که چا ورته په بمبارۍ کې د وژل شوو طالبانو په اړه څه وويل نو بيا يې ګيله له ځانه. له دې معلوميږي چې ستاسو ډېر ملګري پکې وژل سوي دي خو افسوس چې تقريبا ۸۰ عام او بې ګناه خلک هم ستاسو له برکته پکې شهيدان سول. تاسو چې په دې پېښه کې د وژل شوو کسانو کوم لست خپور کړی په هغه کې مو تقريبا ۲۰ نفره متعلمين ښودلي دي. که رښتيا هم دا ۲۰ نفره متعلمين وي نو بيا خو ستاسو لپاره ډېر ښه خبر دی او ډېره لويه کارنامه مو کړې ده، ځکه تاسو خو د همدې بېچاره متعلمينو په وړاندې د علم او پرمختګ دروازې بندوي، ښوونځي يې ورسوځوئ، معلمين يې وژنئ او بېچاره متعلمينو ته د مرګ ګواښونه کوئ تر څو مکتب ته ولاړ نه شي. تاسو به د نر زامن ياست که د غزني په جاغوري ولسوالي، باميان، پروان، فارياب، بدخشان، سرپل، جوزجان او د هيواد په نورو غير پښتني سيمو کې کوم مکتب ته چپ وګورئ يا کوم معلم ته ګواښ وکړئ چې بيا له تاسو سره څه کوئ تاسو به ولې داسې کوئ، څه مخ به مو تور وي. ستاسو دښمن خو معلوم دی. تاسو بايد يوازې د پښتون خونه وران کړئ، تاسو بايد يوازې د پښتون بچې له علم څخه راوګرځوئ، تاسو بايد يوازې د پښتون بچې ووژنئ. ډېر د افسوس ځای دی، ايا ددې بېچاره پښتنو ګناه دا ده چې د ټولو جنګسالارانو او د شمال د لنډه غرو دښمني يې ومنله او تاسو يې په کندوز او بغلان کې وساتلۍ. ډېر شرم دی، کاشکې چې د پښتون او افغان په نومونو نه يادېدي. کاش چې ټولو خلک درته پنجابيان ويلاي. ددې بلې کارنامې مبارکي هم درته وايم. تاسو چې کوم انګريز او افغان خبريالان وتښتول هدف مو څه وو. ښکاره خبره ده چې د پيسو لپاره مو برمته کړي وو. صد افرينونه دې درباندې وي چې يو کافر او سورمخې انګرېز مو خوشې کړ او يو بېچاره او مسلمان خبريال مو وواژه ټول خلک وايي چې شهيد سلطان منادي يو مسلمان او لمونځ ګذاره ځوان و خو تاسو په ډېره بې رحمۍ سره قتل کړ. تاسو خو يوازې د ښو خلکو دښمنان ياست. له لويه خدايه د پښتنو او د اسلام د ټولو دښمنانو د نابودۍ هيله لرم. والسلام اجمل زاخېل یادونه: د لیکنې نظر د لیکوال نظر دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني احتجاج ليک", "output": "احتجاج ليک 2005.07.03 په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولنه د علامه حبيبي په تاريخي اثارو کي دايران بربنډي لاسوهني په کلکه غندي .د تيرو درو لسيزو را په ديخوا له بده مرغه زموږ په هيواد کي دپر ديو او په ځانګړي توګه د ګاونډيو هيوادونو دهر ډول لاسوهنو لړۍ روا نه ده . زموږ د هيواد په سياسي _ نظامي او کلتوري چارو کي د ايران لاسوهني د پر له پسې تيري تر بريده رسيدلي دي ، که روسي او پاکستاني مخامخ نظامي لاسوهنو زموږ د هيواد هر څه وران او له مينځه يوړل ، د ايران له لوري سياسي _ نظامي او کلتوري لاسوهنوهم زموږ د هيواد سياسي هويت ، ملي يووالي او کلتوري پياوړتيا ته درانه زيانونه رسولي دي .زموږ دهيوادپه يوشمير ولايتونو کې د ښونځيو سره د مرستي تر نامه لاندي په ايراني روحيه ليکل شوي کتابونه د خپل فرهنګ د خپرولو په نيت وېشي ، د فرهنګي اړيکو په بهانه زموږ په هيواد کي منل شوي دري ادبيات د ايراني مغرضو اصطلا حاتو تر سيوري لاندي کړ کيچ ته ور ټيل وهي ؛ د خپلو يوشمير روزل شويو کسانواو لاس پوڅو په مرسته زموږ د هيواد په ميشتو اولسونو کي د ژبني او مذ هبي اړ پيچ پيدا کولو او زياتولو ته زمينه برابره وي ؛ او په دې تر تيب نوري لاسوهني . په ايران کي د يو شمير څرګندو کړيو د لاسوهنو زياتي بيلګې شته چي را يادي شي ، خو د کلتوري لاسو هنو يوه بيلګه يې د خپلو هيوادوالو په وړاندي رسوا کوو :زموږ د هيواد ستر مورخ علامه پوهاند حبيبي د ځان څخه تر يوسل او ديرش ټوکه زيات ارزښتمن کتابونه په ميراث پريښي دي ، د دې جملې څخه يوهم د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) نومي کتاب دۍ چي نه يوازي په هيواد کي د څيړونکو او مورخينو لپاره د يوه معتبر اثر په توګه منل شويدۍ ، بلکي د سيمي او نړۍ د پوهانو او څيړونکو له خوا هم د يوه ډاډمن اخځ په توګه د ګټي وړ ګرځيدلۍ دۍ . دا کتاب د لومړي ځل لپاره په 1357 لمريز کال د افغانستان په دولتي مطبعه کي چاپ او خپور شو ، هغه وخت د دې کتاب د چاپ اوخپريدو چاري د علامه حبيبي تر مخامخ پاملرني لاندي تر سره شوې . دادۍ اوس د دې نامتو اثر دريم چاپ خپور شويدۍ چي د خپريدو چاري يې د افسون په نوم کوم چا تر سره کړي ، او د چاپ بڼه يې د پيک ايران له لوري په 1380 لمريز کال بشپړه شويده . د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) کتاب په دې ورستيو کي په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني لاس ته رسيدلۍ دۍ ، له بده مرغه ايراني کړيو د تير په څير دا ځل بيا د افغانستان د پيژندل شوي مورخ علامه حبيبي په لاس ليکل شوي تاريخ کي بر بنډه لاسوهنه کړيده ، چي څو بيلګي يې را يادوو :لومړۍ : د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) تر لومړي سر ليک وروسته د متن په پيل کي، سر ليک داسي ليکل شويدۍ (( تاريخ ايران وافغانستان بعد از اسلام )) په دې سر ليک کي د ايران نوم ور پيوند شويدۍ ،کله چي لومړۍ ځل دا کتاب خپور شو ،هلته د ايران نوم ندۍ ليکل سوۍ ؛دويم : د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) په لومړي چاپ کي د کتاب مخ پوښ کي داسي انځور خپور شوۍ و چي زموږ د هيواد په لرغوني تاريخ کي د سمبول بڼه لري ، هغه وخت د ستر کنشکا يو انځور خپور شوۍ وو چي مجسمه يې لا تر اوسه هم په ملي موزيم کي ساتل سويده . په داسي حال کي چي د دريم ايراني چاپ په مخ پوښ کي نه يوازي دا چي هغه لرغوني سمبول نه دۍ خپور شوۍ ، بلکي داسي کرغيړن ډيزاين ورکړل شويدۍ چي په هيڅ ډول د افغانستان د وياړلي تاريخ لپاره سمبول نه شي ګڼل کيدای ؛دريم : د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) دريم ايراني چاپ پر مخ پوښ ( ساتندويه پوښ ) کي دافغانستان داسي نيمګړې نقشه انځور شوې چي د هيواد درې لويديځ ولايتونه ( هرات ، نيمرز او فراه ) په مغشوش ډول ښودل شويدي ، چي دا په خپل وار په ايران کي د هغه نا روا او کرغيړنو کړيو د هيلو ښکارندويې کوي چي د ښکاره او پټو لاسوهنو شا ته يې لري .په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولنه په دي تنګ او لنډ وخت کي د دې تاريخي اثر په اړه د ايراني چاپ يوشمير نيمګړتياوي او لاس وهني په گوته کړې ، دا ټولنه په هيواد کي د ټولو علمي او فرهنګي مرکزونو ، د کابل پوهنتون ، د افغانستان د علومو اکاډمي ، د اطلا عاتو او کلتور وزارت اوبيا په ځانګړي توګه په هيواد کي دننه او له هيواده نه بهر افغان مورخينو ته د يوې ملي دندي په توګه بلنه ورکوي چي د ايراني کړيودا ډول لاسوهني را برملا او زموږ جګړې ځپلي اولس ته يې رسوا کړي .راځۍ په يوه بشپړ افغاني ملي هويت دا ږغ اوچت کړو چي : ګاونډي هيوادونه دي زموږ په هيواد کي هر ډول نظامي او فرهنګي لاس وهني بندي کړي ! په درنښت د دوستۍ فرهنگي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب حبيب الله غمخور يادونه : د ټولو هيوادوالو څخه هيله کوو چي د دې غندني په اړه خپل ملاتړ په لاندي پتو څرګند کړي :په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني مرکزي دفتر : Ghamkhor@ hotmail.com Ghamkhor .HSnödropps gatan;7 215 27 Malmö . Swedenپه سويډن کي د (( نوې هيله )) اداره : Nawey_hilla@hotmail.comwww.tolafghan.comwww.benawa.comwww.salaamtolana.comwww.ariaye.comwww.worbal.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتراعلامیه", "output": "دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتراعلام یهد چنګاښ لومړۍ نیټهدمیدان وردګ ولایت د اقتصاد او سکتوري خدمتو ریاستونه غواړي چې د روان لمریزکال د چنګاښ په څلورمه دپنچشنبې ورځ چې دزیږدیزکال د جون د(۲۵) مې سره سمون خوري د میدانښار د ګوربت په رسټورانټ کې ((د میدان وردګ ولایت په انکشاف کې دنادولتي موسساتوونډې)) ترسرلیک لاندې یو ورځني کنفرانس جوړ کړي!په دغه یو و� �ځني کنفرانس کې به دافغانستان د ملي انکشافي ستراتیژۍ په پام کې نیولوسره د میدان وردګ ولایت لومړیتوب � �رونکوپروژو په اړه یو پریزینټیشن ګډونوالوته ورکړل شي او همدارنګه په میدان وردګ ولایت په بیارغاونه او انکشاف کې دانجوګانوپه نقش او ونډې اخیستنې هراړخیزه بحثونه وشي، وروسته به هغوانجوګانو اوموسساتوته چې په بیارغاونه کې هلې څلې کړې ستاینلیکونو ورکړل شي.د ټولو موسساتو،انجوګانواو رسنیو استازو څخه هی� �ه کوو چې له مونږه سره په دغه یو ورځني کنفرانس کې برخه واخلي او په خپل راتګ سره کنفرانس ته لا ښکلاء و� �کړي.دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷(شاهدالله شاهد)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل محمدعیسی الفت یار بلې په هر طرف لمبې دي آشنا زما او ستا لارې اوږدې دي آشنا چې په دیدن مې بندیز ولګیدو ډیرې زما په زړه ګیلې دی آشنا څوک چې د ښکلو یارانې پسې ځېجوړي هغه ته مسلې دې آشنا هغه مستي او خندا چیرته لاړه په خله دې بل شانتې � �صې دي آشناستا یارانه کې سر ببره ګرځيد الفت پښو ته زولنې دي آشنا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن د برلین دیوال د نړیدو شلمه کلیزه ده", "output": "جمال شګیوال - برلین ایډیټ: میرویس جلالزی نن د ۲۰۰۹م کال د نوامبر د میاشتې نهمه نیټه د د لویدیځ اوختیځ آلمان تر منځ د وخت د جوړ شوي برلین دیوال د نړیدو شلمه کلیزه ده . دغه ورځ د برلین د پخواني دیوال دواړو غاړو ته چې اوس متحد آلمان دی لمانځل کیږي. په دغو مراسمو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټون، د فرانسې ولسمشر، د بریټانیې صدراعظم، د روسیې لومړی وزیر دیمیتري میدویدوف او د میخایل سرګویچ ګرباچوف په ګډون د نړۍ یو شمیر سیاست وال ګډون لري. د امریکې د باندنیو چارو وزیرې د برلین د دیوال نړیدل د سیمې د یو والي لپاره یو مهم ګام په ګوتو کړ او یو ځل بیا یې د نړۍ تر منځ د یو والي د رامنځ ته کیدو غږ وکړ. ویل کیږي چې د برلین د دیوال په نړیدو کې د پخواني شوروي د وخت د ولسمشر میخایل سرګویچ ګرباچوف رول ډیره بارز وو. د برلین د پخواني دیوال یوه برخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ننى پښتون", "output": "ها د بابا د پاني پت هنگامهها د نيكه د آزادۍ تلوسهها د م� �الي د غيرت خرخښهها د اكبر د مينتوب جذبههغه د كروړ د غيورتوب نښانهها د خوشحال د برمه ډكه څېرهها د حميد د رزم بزم دېرهها د رحمان د تصوف افسانهها د مومن د پاكي ميني څېرهها د فرهاد د عاشقۍ انگېزهها د ادم د لېونتوب ولولهها د درخو د خوږې ميني كيسهپښتونه تا كي اوس هيڅ نه ښكارېږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسلام اباد کي د ډنمارک پر سفارت بمي برید وشو", "output": "په اسلام اباد كې د ډنمارك د سفارتخانې مخي ته په چاودنه كې درې تنه وژلي او پنځه نور ټپيان شوي دي. د اسلام اباد د ايف شپږ په سيمه كې د قاضيانو كلي ته نژدې واقع د ډنمارك د سفارتخانې مخي ته يوه درنه چاوده شوې چې له امله يې درې تنه وژلي او پنځه نور ټپيان شوي دي . ويل كيږي چې امنيت ساتونكي ځواكونو سيمه تر ولكې لاندي نيولې او وژل شوي او ټپيان يې روغتونونو ته رسولي دي . د اسلام اباد ښار پر يوشمېر سيكټرونو وېشل شوى چې بېلابېل نومونه لري . د ښار دغه سيمه چې ايف شپږ ( F-6 ) نوميږي يوداسي سيمه ده چرته چې د پاكستان د استخباراتي ادارو كسان په زيات شمېر ګرزي راګرزي او په دې سيمه كې زيات اوسېدوكي بهرني سفيران او ډفلوماټان دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاپ بینیدیکت شپاړسم د منځني ختیځ په دورې ووت", "output": "میرویس جلالزی د نړۍ د کاتو� �یکانو مشر پاپ بیندینکت شپاړسم نن د جمعې په ورځ د منځني ختیځ په دورې ووت.ټاکل شوي چې پاپ په خپل دغه تا� �یخي سفر کې د اسرایلو به ګډون د منځني ختیځ له یو شمیر هیوادونو لیدنه وکړي.د کلیسګانو مرکزي دفتر په یوه بیان کې وویل چې بندیکت به په سیمه کې د عیسیوانو او مسلمانانو تر منځ د تشدد او د نظر د بلیتون په لري کولو کې کار وکړي.منځني ختیځ ته د پاپ د سفر لومړی تم ځای د اردن هیواد ښودل شوی دی.په اردن کې د پاپ د ورتګ لپاره پ� �اخ امنیتي تدابیر نیول شوي او د دغه ملک ولسمشریزي ماڼۍ ته مخامخ داسي یو ستییژ همجوړ کړای شوی چې مخې ته یې خلګ را ټولیږي او پاپ به ورته له ځانګړي محل څخه وینا کوي.هغه د خیښو کوټه چې پاپ به ترینه وینا کوي د ګو� �یو ضد ده چې د احتمالي خطر مخه پرې ونیول شي.ټاکل شوي چې پاپ بنیدینکت شپاړسم د دوشنبې په ورځ د اسرایلو مرکز جروسلیم ته هم ورشي او هغلته له یو شمیر عیسویانو سره هم خبري اتري وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګلونه", "output": "ګلونه عبدالقدیرمطفی نن په ماباران غوندی وریږی داګلونه له لری اونژدی راته خاندیږی داګلونه زما په مینه دوی ژوندی ددوی په مینه زهپه مینه محبت باندی پوهیږی داګلونهزما لمرمخی یار خلکو زړګی باندی تورشویچی کله راروان وی تری شرمیږی داګلونهراځه چی بیا له سره جوړکړوباغ شاړویجاړشونن دی اوکه سبادی نورختمیږی داګلونه نظرمی ستاپه لوری اورفتارمی بل طرف تهنوهروختی می مخه کښی ودریږی داګلونهمطفی حیران یم ستادغه نصیب خودومره نه ووپه زړ ه کښی دی همیش هم یش اوسیږی داګلونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ويتنام كې دسختو توپانونودولس تنه وژلي", "output": "hand په ويتنام كې دسختو توپانونو له امله دولس تنه وژل شوي دي دفرانس پرس خبري رسني دچارواكو له قوله واييدغه موسمي او كرم توپان ددغه هيواد په سهيل كې رامنځ ته شوي ويل كيږي چې په دغه توپان په سلكونه كښتې او كورونه هم ويجاړ شوي دي تردي وړاندې په فلپين كې هم ورته توفان دسلكونو انسانانو ژوند واخيست"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امريکايانو غيري ډيپلوماټيک چلند", "output": "د امريکايانو غيري ډيپلوماټيک چلند نيويارک کابو هر کال په مني دنړيوال سياست په مرکز ګرځي. هغسي خو دا ښار د امريکا ترټولو ګڼ مېشته ښار دی. خود ميلادي کال دمني په مياشت کي دې ښارته په زرګونوکسان د ملګرو ملتونو دکلنۍ غونډي دګډون په نيت دټولي نړۍ څخه راځي. سږ کال د ۱۲۵ هيوادونو استازي ورته راغلي ول.هوټلونه او ريسټورانونه دکال په دغه مياشت کي خورا ښې پيسې جوړوي. دملګرو ملتونو ودانۍ ته نيژدې خو ځيني څړکونه ګردسره بند سي. په نيويارک کي دهر چا دې ته سترګي وي چي کله به دملګرو ملتونودا کلنۍ غونډه پای ته ورسيږي. په دې وخت کي د امريکا دوستان او غليمان دواړه دې ښارته راځي. پ� �وسږ کال د سويلي امريکا دوينزويلا ولسمشر يوګوچاويز دملګروملتونو په کلنۍ غونډه کي د امريکا اوسنی واکمن بوش يو شيطان وباله. دغه خبري د امريکا خبري رسنۍ دونه بوختي کړې چي په غونډه کي دبوش وينا ګردسره دپام څخه و� �وېده.دغسي يو وخت د کيوبا مشر فيډل کاسټرو هم دملګرو ملتونو په غونډه کي خورا سپيني خبري امريکا ته کړي وې. د فلسطين فقير مشر ياسرعرفات دملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کي يوکال داسي تاريخي وينا وکړه چي دهېرېدلو نه ده. هغه په يولاس کي ټوپک او په بل کي د زيتون دلرګي جوړ ډال نيولي و او د نړيوالو څخه يې غوښتي وه چي دفلسطينيانو څخه ټوپک ياني جګړه غواړئ او که د زيتون ډال ياني روغه. دملګروملتونو په سږنۍ غونډه کي دا وار په نيويارک کي د ايران مشر احمد نژاد د امريکايانو په رسنيو کي چي د افراطي يهوديانو په ولکه کي دي خورا ډېر ياد سو او عامو ام� �يکانو ته يې بېخي ديو بلا په ډول وځلاوه. کيسه داسي وه چي دملګرو ملتونو دغونډو په بهير کي احمدنژاد د امريکا دنړېدلو سوداګريزو ودانيو د ځای دليدلو هيله څرګنده کړه او غوښتل يې چي په دغه ځای کي وژل سوو کسانو ته درناوی وړاندي کړي. خو دنيويارک د امنيې قومندانۍ يې په ډېره بد اخلاقۍ هيله ور رد کړه. امريکا خبري رسنيو په دې خبر خوشالي څرګنده کړه چي دغه ځای ته يې د ورتګ اجازه ورنه کړه. د امريکا خبري رسنۍ چي افراطي يهوديانو او عيسايانو توک کړي دي پر احمدنژاد دترهګرۍ تور هم ولګاوه او په داسي ناوړو تورو يې خطاب ورته کړی و، چي دقلم درناوی خوڅه کوي هغه خو بېله هغه هم دلوېدیځ ګڼ شمېر ليکوال نه پېژني، دنيويارپوسټ اوډېلي نيوز ورځپاڼو خوګردسره دشيطان او لعين خطاب ورته کړی و. تردې پېښي دمخه دنيويارک مشهوره کولمبيا پوهنتون ښاغلي احمد نژاد ته بلنه ورکړې وه چي دپوهنتون زده کوونکو ته وينا وکړي. پر دې خبره هم عيسايي او يهودي افراطيانو خورا ډېره غوغا جوړه کړه او ډېر پ� �له پسې احتياجونه يې وکړل. دکولمبيا پوهنتون رئيس لي بالينګر پردې خبره ټينګ و، چي يه په امريکا کي دبيان د ازادۍ حيثيت ته تاوان رسيږي نو ځکه دده په قول امريکا وچه کلکه مجبوره ده چي خپل اصول تر پښو لاندي نه کړي. خو وروسته څرګنده سوه چي په دې کي يې خپل سياسي مقصد و. ځکه چي لي بالينګر په کولمبيا پوهنتون کي ښاغلی احمدنژاد ته ډېر غير ډيپلوماټيک هرکلی ووايه. ده ته يې د يو مستبد او ديکتاتور خطاب وکړ او همدارنګه يې د احمدنژاد د وينا په دوران کي دده خبري په ډېره بې نزاکتۍ ور پرې کړې. په پای کي يې په ډېرو سپکو خبرو امر ورته وکړ چي سټېج پرېږ دي او خپلي خبري بندي کړي. ښاغلي لي بولينګر چي څه وويل په حقيقت کي دعيسايي او يهودي افراطيانو دتب� �يغاتويوه برخه وه. هغه په دې چي خپله دکولمبيا پوهنتون رياست ديهوديانو ملکيت دی. د ايران مشر احمد نژاد د لي بولينګر د دغه بې نزاکتۍ ځواب دګيلې په ډول ووايه. څرګنده يې کړه چي د ايران په فرهنګ کي مېلمنو ته ايرانيان په درنه سترګه ګوري خوښاغلي لي بولينګر ماته سپکاوی وکړ. اوس دا خبره دونه دپام وړ نه ده چي ولي دکولمبيا پوهنتون رئيس لي بولينګر ښاغلی احمدنژاد ته دسپکاوي په نيت بلنه ورکړه. دپام وړخبره دا ده چي احمد نژاد په � �ېره هوښيارۍ د لوېديځ په زلميانو کي ځکه نوم وميند چي د دوی د حکومتونو پر سیاسي غلطيو يې په وازه خوله نيوکي وکړې. د عراق په جګړه او افغانستان کي د امريکا ناکامي، دفلسطينيانو سره د اسرايلو چلند دا ټولي هغه خبري دي چي احمد نژاد په وازه خوله خبري پکښي کوي. ځکه خو دی د لوېديځ په عام ولس کي ورځ په ورځ نوم مومي. دنيويارک د امنيې د قومندانۍ ناوړه چلند، د امريکا دتوک سويو خبري رسنيو ډنډورې، دکولمبيا پوهنتون د رئيس لي بولينګرله خوا بې ف� �هنګه چلند او سپکاوی دا ټولي هغه خبري دي چي احمد نژاد ته يې په عربي هيوادونو کي محبوبيت ورکړ. دعراقيانو او فلسطينيانو په زړونو کي يې ځای وميند او د ايرانيانو په زړونو کي يې هم د ده محبوبيت ور زيات کړ. خو دا نوم او � �هرت خدای احمد نژاد ته ورکړ سبب يې د امريکايي چارواکو غيري ډيپلوماټيک او استکبارانه چلند و. ده دپوښتنو او ځوابونو په دوران کي دا خبره په ښکاره وکړه چي امريکا او اروپا د پينځوس کلونو راهيسي اټومي وسلې جوړوي، ازمويي يې او ټولي نړۍ ته ګوته څنډي او پاټکې ورته کوي خو ايران چي يې خبره کوي نو دا هيوادونه ناري وهي چي نړۍ م خ پر ويجاړېدو روانه ده. په حقيقت کي دا هغه سپيني خبري دي چي احمد نژاد يې لا ښه وځلاوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناټو د ولسي وګړودوژلو له امله بښنه غوښتې", "output": "د ناټو يومشر قوماندان جنرال جيم جونز نن د بګران په پوځي اډه کې د يوې خبري ناستې پر مهال د ناټو په هوايي بريدونو کې د افغان ولسي وګړو پر مرګ او ژوبله خواښيني وښوده او له دې امله يې بښنه وښوده . نوموړي څرګنده کړه چې د ناټو پوځي قوماندانان ډيرې هلې ځلې کوي چې د جګړې پر مهال ولسي وګړو ته زيان و نه رسيږي . جونزپر طالب جنګياليو تور ولګاوو، چې له ملکي وګړو څخه د جګړې پر وخت له سپر څخه کار اخلي او په ملکي وګړو کې ځانونه پټوي . جنرال جيمز چې د يو درى ورځني سفر په موخه افغانستان ته راغلى له افغان ولس مشر حامد کرزي سره وليدل او د غوره خدمتونو په وياړ يې په ټټر د غازي امان الله خان لوړ مډال و ټومبل شو . جيم دا هم ومنله چې يوازې د پوځي لارې نه شي کيداى چې افغانستان کې د تاوتريخوالي مخه ونيول شي . ده ټينګا روکړ چې د ناټو غړي هېوادونه بايد د پوځي عملياتو تر څنګ افغانستان کې د بيارغاونې پر لارو چارو غور وکړي . د ياودنې وړ ده چې د نيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ کې د ناټو د هوايي يرغل په پايله کې ګڼ شمير ولسي وګړي مړه او ژوبل شوي دي . افغان ولسمشر د پيښي د سپيناوي په موخه يو پلاوى ټاکلى تر څو م الومه کړي چې د بريدونو قربانيان څوک دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اوسپنيز جال كې مات خنجر (دحسن حقیار لیکنه)", "output": "په دې وروستيوكې په هلمندكې مې� �توبهرنيو ځواكونو د طالبانو او دنورو مخالفينو پرضد د خنجرپه نوم عمليات پيل كړيدي ، درسنيو دوينا له مخې ، پدې عملياتوكې نږدې لس زروبهرنيو او شاوخوا شپږ نيم سووكورنيوپوځيانو ،له خپلو ځمكنيو او هوايي قواوو او نظامي تجهيزاتوسره برخه اخستې ده . كه څه هم داځواكونه وايي چې تر اوسه له كوم جدي غبرګون او د طالبانو له كلك مقاومت سره مخ شوي نه دي ،خو دهلمند توده او سوځوونكې هوا او دوى ته د نه زغم ګرمي له دوى سره مقابله كوي ،همدې ګرمۍ يې دپرمختګ ،سوبې او هلته په ډاډه زړه د پاتې كېدلومخه نيولې ده . دا چې دوى د مخالفينو له كوم كلك مقاومت سره مخ شوي ندي او يا يې ورته سيمې پريښې دي ،ښايي تريوې كچې رښتياوي خو په ټوله كې هېڅكله داسې نده ، درسنيو دمعلوماتو له مخې ، كه څه هم طالبانوله دوى سره كلك مقاومت ندى كړى خو په هماغه كم مقاوم ت يې هم ډېرو بهرنيو ځواكونو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې دې ځواكونو هم دوى ته دامرګ ژوبله تائيد كړې ده او دامريكا ددفاع وزارت دجولاى شپږمه ددوى دپوځيانو لپاره مرګونې ورځ بللې ده . طالبانو چې دتبليغاتي جګړې په بريا يې آن دښمنان هم قانع دي اعلان وكړ چې دبهرنيانود خنجر دماتولو لپاره يې اوسپنيز جال غوړولى او تراوسه يې پكې ددوى څوتنه عسكر ښكار كړي دي . داچې طالبانو له خپلو سيمو ظاهري او تكتيكي شاتګ كړى دى نو دابايدهېڅكله د هغوى په ماتې او كمزورۍ تعبير نشي ،ځكه چې دا ټولو ته م علومه ده چې طالبان او نور مخالفين جبهه يي جګړه نكوي .نه دپخوانيو مجاهدينو په څېر سنګرونه او مركزونه لري،نه غواړي چې په كومه ځانګړې سيمه كې يې واړوي،نه يې چېرته دجګړې كرښه جوړه كړېده ،بلكې اوس هغوى چر يكې جګړه اود خ� �پ او ترپ تكتيك كاروي . هغوى غواړي چې په افغانستان كې مېشت بهرني او دافغان دولت كورني ځواكونه دسرتېرو بريدونو په تر سره كولو ،دعامولارو او سړكونوپه سر دريموټ كنټرول ماين په ښخولو ،چريكي حملو ،دكمين په نيولو او...سره تر فشار لاندې راولي ،او كه دوى مركزونه ،پوستې اوسنګرونه ولري نو بيا خوپدې بې انډوله جګړه كې د هوايي ځواك او دتوپ او ټانګ پر وړاندې مقاومت كولى نشي ،اوس چې دوى په هلمند كې مقاومت نه كوي ،� �امل يې همدا دى ،دوى غواړي چې تكتيكي شاتګ وكړي ،له يوې سيمې ووځي او په بله سيمه كې سر راښكاره كړي ،خپل دښمن اغفال كړي . ديوې سيمې پرېښودل اوبلې ته ورتلل طالبانو ته هېڅ قېمته نه پرېوځي ،بس چانټې شاته وتړي او په م وټرسايكلو سپاره شي . اوكه طالبان له بهرنيو ځواكونو سره مقاومت وكړي اوكه يې ونكړي دوى هلته دډېروخت لپاره ګوذاره نشي كولى، ځكه دوى چې د غبرګولي او دچنګاښ د لومړيو ورځوګرمۍ دومره وارخطاكړي دي نو دګرمۍ اصلي مياشتې چنګاښ ،زمرى او وږى خولا پاتې دي،له هغې ګرمۍ سره به څه كوي؟ دوى هريو شاوخوا ۳۵ كيلوګرامه با� �هم له ځانه سره لېږدوي ،دوى اړدي چې بېرته خپلو مركزونو اوايركنډيشنو ته راوګرځي اوچې كله دوى راوګرځي نو طالبان بېرته په اسانۍ هماغه سيمې نيسي. دوى نړۍ ته اعلان وكړ چې له افغان ولس سربېره آن دافغانستان اقليم هم دوى نه غواړي او دهلمند دښتې دوى دځمكې پر سر دوزخ شوې او جل پكې ووهل . بله داده چې طالبانو ته دكومې سيمې نيول اويا دكومې سيمې پرېښودل نه كوم جنګي ارزښت لري اونه يې پرې كوم لګښت راځي ، ځكه وړاندې مووويل چې هغوى دجبهه يي جګړې نيت او اراده نلري خو داډول عمليات دولت او بهرنيوځواكونو ته � �ېر درانه او ډېر قيمته پرېوځي. دوى چې كله يوې سيمې ته جګي سوقيات كوي نو ډېر زيات ټانګونه، زغروال ګا� �ي او نور محاربوي وسائط له ځان سره لېږدوي ،ګڼې الوتكې يې ملتيا كوي داوسائط ډېر روغنيات غواړي ، نور لوژستيكي او ... لګښتونه خو يې پرېږده . همداراز دا دبهرنيو ځواكونو لپاره سخته ده چې په هر يو او دوه كيلو مترو كې پوستې جوړې كړي ، دسيمې له جغرافيا سره نابلدي بله ستونزه ده . او داسې هم نده لكه افغان دولت چې دعوه كوي چې ګواكې يواځې پنځه ولسوالۍ له طالبانو سره دي ،ځكه كله چې نړيواله ټولنه دعوه كوي چې دنړۍ په سلو كې ۹۳ كوكنارپه افغانستان اوبيا ددې ۹۳ سلنې، ۹۰ سلنه يواځې په هلمند كې كېږي نو معناداچې ه� �ته ددوى دوينا برعكس، طالبان په ډېره سيمه كنترول لري ځكه يواځې دپنځو ولسواليو ځمكه دنړۍ نوي سلنه كوكنار پوره كولى نشي . داچې بهرنيان هلته د پرمختګونو اوبرياوو دعوې كوي دايواځې دخپلوپوځونو دم ورال دلوړولو او خپلو اړوندو هېوادوالو ته دقناعت وركولولپاره دي . نړيوال شاهد دي چې پدې و� �وستيو كې په غرب او په ځانګړي ډول په اروپا كې له افغان جګړې سره دعاموخلكو دلچسپي ا و ملاتړ كم شوى دى او ښايي هغه ورځ لېرې نه وي چې داجګړه يواځې امريكايانو ته پاتې شي او اوس چې امريكايان ددومره ملاتړ او د� �اوخوا ۴۰ هېوادونو له ملتيا سربېره پدې جګړه كې ناكام دي نوآيا په يواځې ځان به يې وګټي ؟. د اوږدې جګړې دګټلو لپاره ولسي ملاتړ ډېر مهم دى خو په افغانستان كې مېشتو بهرنيو پوځونو هېڅ داسې څه ندي كړي چې ولس ترې ښه زړه او خوږه خاطره ولري . ددې برعكس دبې ګناه ملكي وګړيو وژل او په سپيو دمېرمنواو كوچنيانو داړل هغه ترخه واقعيتونه دي چې دهرافغان په زړه يې تڼاكې درولي دي . طالبانوداحساسيت درك كړى دى اوله همدې كبله غواړي چې دامكان ترحده پربهرنيانو ډېر فشارراوړي او ددې لپاره چې داروپايي هېوادونو ولسونه دخپلو اړوندوهېوادونوپر ضد راپاڅوي او له افغانستان څخه يې دخپلوپوځونو وېستلو ته اړباسي نو هڅه كوي چې له هرې ممكنې لارې هره ورځ اروپا ته ددوى دپوځو نو جنازې ولېږي چې پدې وروستيو كې يې همداسې وكړل او په تېره يوه اونۍ كې يې بهرنيانو ته د انساني تلفاتو اته كلن ريكارډ مات كړ . په هر حال له دې اوږدې مقدمې زموږموخه داده چې دلته له نظامي لارې پر دښمن برى ناشونى دى ،او بيا داسې دښمن چې هغه هېڅ ادرس ونلري اوستا ورته هر څه معلوم وي ،نوكه بهرني او كورني ځواكونه غواړي دلته ستونزې ختمې او مقاومت پاى ومومي نو ښه آسانه او معقوله لار يې داده چې له مخالفينوسره سوله وكړي ،د هغوى معقولې غوښتنې ومني، د هغوى نظريات واوري، روانې ستونزې د تفاهم، خبرو اترو او مذاكرې له لارى حل كړي، هغوى و هڅوي چې ديو قوي مركزي افغان شموله دولت په جوړېدو كې ونډه واخلـي. افغان حكومت او بهرني ځواكونه بايد هغوى ته دا ذهنيت ورنكړي ،چې له دوى سره يواځې د ټوپك د ميل او دبر چې د څوكې په ژبه غږېدلى شي اوبس ،يا دا چې له هغوى سره تر پايه له جګړې پرته د سولې او خبرو هېڅ اراده نلري او هغوى هم اړشي چې تر وروستۍ شېبې مقاومت وكړي. زموږ په نظ� �جګړه دستونزو داساسي حل لاره نه ده ،بلكې جګړه ستونزې اودردونه نور هم ډېروي او بايد دلاس غوټه په خولې خلاصه نشي . داچې افغان دولت او بهرنيان وايي چې دوى په دې سيمو كې دټولټاكنو لپاره زمينه برابروي نو په دې خو ټوله دنيا خبره ده چې دافغانستان له نيمې ډېره برخه دمخالفينو په و اك كې ده نو ايا دوى به دټاكنولپاره دهيواد له نيمې په ډېره برخه كې دوينو لښتي بهوي ؟ او ايا له دوى سره دا وس شته چې په اتو كا� �و كې له لاسه وتلې سيمې په يوه نيمه مياشت كې بېرته ونيسي.؟؟ زه خو پدې باور يم چې ټوله نړۍ پدې پوهېږي چې په افغانستان كې دمنصفانه او رڼو ټاكنو لپاره زمينه برابره نده خو دولت او دلته ښكېل هېوادونه به ځانته دخټو پوزې دايښودلو لپاره په هرحال دلته نمايشي ټاكنې كه هرڅومره غير منصفانه او له ولسي ګډون څخه تشې هم وي ترسره كوي نو زموږ مشوره داده چې ټاكنې هسې هم نمايشي او سمبوليكې دي نو ددې سمبوليكي ټاكنو لپاره بايد دومره ويني تويې نشي، داټاكنې دې همداسې سمبوليكي وشي خو ددوامداره حل لپاره دې له ټولو مخالفينو سره خبرې اترې وشي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امريکا له کنګرې څخه د رابرت ګيتس غوښتنه", "output": "د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير � �ابرټ کيټس د دغه هېواد له کنګرې څخه غوښتي څو په عراق او افغانستان کې د جګړې د لگښت د ټينګښت لپاره نږدې ١٩٠ م� �يارده ډالر اختصاص ورکړي. کيټس ويلي دغه پيسې به د واټ د غاړې د بمونو په وړاندې د سرتېرو د ځان د ساتنې لپاره د ځواکمنو زغرهوالو موټرونو د اخيستلو لپاره مرسته وکړي.د موکراټان چې په ډېر لږ توپير د کنګرې د دوو برخو واک په لاس کې لري وايي هڅه به وکړي د فشار د يوه ټکي په توګه له دغې غوښتنې له عراق څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو لپاره ګټه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې ګيټس په عراق کې د امنيتي شرکتونو د خدمتونو د کړنو او پر هغوى د ام� �يکا د پوځ د څارنې د طريقې په اړه امر خپور کړى دى. دغه ګام په بغداد کې د بلک واټر په نامه د محافظتي خدمتونو د وړاندې کولو يوه امريکايي شرکت د مامورينو د ډزو په لړ کې چې له امله ١١ عراقي وګړي ووژل شول مطرح کېږي. شاوخوا ٧ زره امنيتي شرکتونه په عراق کې د امريکا لپاره کار کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم د خپلو ديپلوماتانو د ساتنې او د عراق په د ننه کې د ځينو حساسو برخو د امنيت د ټينګښت لپاره لپاره ٣ شرکتونه په دندو ګمارلي دي. د عراق د کورنيو چارو وزارت له دې وړاندې ويلي، يوه مخ ليکنه يې چمتو کړې چې په عراق کې د دې ډول شرکتونو فعاليتونه تنظيم کړي او تر کنترول لاندې راولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مدني ټولنې د پام وړ!", "output": "تر هر څه د مخه د نوموړې ټولنې ښاغليو چارواکو ته مبارکي او کور ودانی وايم چې هر کال د دې هېواد يو شمېر د جنګ ،جګړو نه پخلاکېدونکې دښمنان او د مينې، محبت،ورورولۍ او انسانيت رښتيني پالونکي قلموال نمانځي.٠قدرمنو ! په رښتيا چې تاسې سږ هم د تېر په څېر ډېر وړ او منلي ليکوال ووياړل ،که څه هم زه پخپله دغه ټول(٧)اوواړه ښاغلي ښه نه پېژنم ،يوازې ښاغلی سالک او منلی شاعر ځواب پېژنم،چې په رښتيا سره دغه نوميالي ، منلي او ښاغلي په هر لحاظ په ډېر څه ارزي،او ستاسي کور ودان چې ددوۍ په نمانځنه مو زموږ زړونه هم در خپل کړل٠پاتې شول هغه پينځه نور ښاغلي دا چې تاسې درنو غوره کړي ،نو موږ هم ستاسي غوراوي ته په درناوي ګورو٠قدرمنو! ګران هېواد افغانستان د ټولو ګډ کور دی ،هر هغه څوک چې هرڅوک(توکم)وي او ددې هېواد په بيا جوړونه،رغونه او په ځانګړي توګه دملي ورورولۍ او پخلاينې په لار کې خولې تويوي پرته له هر څه يې نمانځنه په موږ حق ده٠خو يوه ډېره اړينه خبره زما په نظر داده چې موږ او په ځانګړي توګه مدني ټولنې بايد تر هر څه د مخه وړتيا او اهليت په پام کې ونيسي يعنې يوه ټولنه په اهليت او ړوتيا پرمختګ کوي ،ټولنه هغه وخت د مدنيت او رغونې پر لور تګ کوي چې د توکم پالنې پر ځای اهليت پالنې ته پام لرنه وشي٠ او په ځانګړي توګه نه ښايي چې مدني ټولنې دتوکم پالنې تر سيوري لاندې شي٠هيله ده چې د يوې رښتينې مدني ټولنې په ارمان مو زغم تر ټولو هغو لوی وی٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اى ايس اى زما دمرګ پلانونه جوړه وي", "output": "دمشرانودجرګي مشراي ايس اي په افغانستان كي يوځل بيادبدامنيوپه رامنځته كولوسخت تورن كړ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کاپيسا کې ٤ تنه مړه او ٦ تنه ټپيان شوي", "output": "د دوو تنو وسله والو کسانو د شخړې او ډزو له امله نن سهار د کاپيسا په بلبل کلي کې د دوو کورنيو څخه ٤ تنه مړه او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي. د کاپيسا د پو� �يسو مشر له بېنوا ويبپاڼي سره د شخړې او ډزو لامل شخصي تربګنۍ اودښمني وبلله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بيړنی خبر: د هلمند ولايت د سقوط دسیسه شنډه سوه", "output": "له کابل څخه د ملي آرمان خپریدونکی ورځپاڼي له یوشمیر سرچنو څخه چې نوم یی نه دی ذکر شوی د هلمند ولایت د سقوط د یوې توطيې د شنډولو خبر و� �کړ.ورځپاڼه واېې چې په هلمند کې میشتو انگلیسي سرتیرو غوښتل وړمه ورځ 250 تنه طالب وسله وال د لشکرگاه ښار ته را ننباسي او ټولي حکومتي ادارې پرې ولکه کړي . ویل کيږي د هلمند پولیس او د ملی امنیت مامورین چې له دی پلان څخه خبریږي سمدستی والی گلاب منگل سره اړيکه نیسی او گلاب منگل مخکی تر دې چی پر یوه پر ځای اقدام لاس پوری کړي په سیمه کې د انگریزانو د ولایتی بیارغاونی ډلي هډې ته پناه وړي او پټيږي . سرچینه واېې چی دا خاینانه دسیسه د ملی امنیت او ملی پولیسو په گډو هڅو سره شنډه او برید کونکي په شا تمبول شوي دي . تر اوسه گلاب منگل او په سیمه کې سوله ساتونکو انگریزو سرتیرو په دې اړه څه نه دی ویلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملگرو ملتونو او امریکې د ولسي افغانانو ډل وژنه وغندله", "output": "د ملگرو ملتونو سرمنشي بانکي مون او د امريکې دولت د کندهار له میوند ولسوالۍ څخه د تښتول شویو 40 تنو ولسي افغانانو ډل وژنه په کلکو الفاظو غندلي ده . طالبانو د جمعې په ورځ دوه هغه 303 ډوله موټر د میوند له ولسوالۍ څخه وتښتول چی د هرات پر لور روان وو . طالبانو تښتول شوي مساپر د ملي پوځ عسکر وښودل .په دې بس موټرونو کې 50 تنه سپاره ول چی لس تنه ېې پ� �یښودل او 40 نور ېې په ډیره بی رحمی ووژل شول . بانکی مون ویلی چې د ترهگرو دا عمل د زغملو وړ نه دی او دا ښيې چې هغوي حتی د ولسي افغانانو د ژوند اعتنا هم نه لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طنز: څوك ملامت دي؟", "output": "طنز: څوك ملامت دي؟ دسهارد لمانځه لپاره جومات ته ولاړم ، د لم انځه وروسته د جومات د امام سره کښيناستم او د حالاتو په مورد ورسره وغږيدم هغه وويل:يهود او نصاراني وو له هر لوري په اسلام باندي تيري شروع کړي دي . ماشومان او لويان ، ښځي او نر ، ټول ددوي په دام کي ګير دي . په ښوونځي کي اسلامي لوست نشته ، په پوهنتون او ادارو کي مختلط نظام رامنځته شوي دي ، ښځو بي حيايي ته مخه کړي دي ، ځوانان له غربي کلتور څخه پيروي کوي ، له هري خوا آفتونه دي چي را روان دي . ما ورته وويل : ملا صاحب : ريښتيا هم چي م همي خبري ته د اشاره وکړه ! دا خو د خداي (ج) شکر دي چي دومره مسايلو ته د پام دي ، خبره دا ده چي ته خو الحمد لله (70) کورونو امام يي او په سل ګونو ماشومان او ځوانان ستاتر لاس لاندي دي ، تا دخپل کلي په کچه خپل مسئولیت د دي لوي په وړاندي څومره اداء کړي دي ؟ په تونده لهجه يي راته وويل : زه پنځه وخته لمونځ ورکوم، ماشومانو ته خ� �اصه ، قدوري او پنج کتاب وايم ، نور څه رانه غواړي ؟په نرمه لهجه مي ورته وويل : ملا صاحب! څنګه به وي چي ددي تر څنګ د قرآنکريم ژباړه او تفسير هم ځوانانو او مشرانو ته پيل کړي واي ؟ له مخکي څخه په تونده لهجه يي راته وويل : ته پدي خبرو څه پوهيږي؟ دا خلک بايد مخکي له مخکي (14) علوم زده کړي او بيا د قران کريم تفسير ته کيني . که نه نو دوي کله په قران پوهيږي او هسي نه چي کفر ته به وتلي وي . دا خو څه چي وړه خبره نده . بيا مي ورته وويل: خي چي داسي ده ملا صاحب ! څنګه ده چ يد احاديثو ځيني کتابونه ورته پيل کړي ؟ او ددي تر څنګ د پيامبر (ص) سيرت ، د صح ابه وو د ژوند تاريخ او ځيني نور په زړه پوري کتابونه ورته ووايي؟ پداسي قهر جنه لهجه چي له خولي څخه يي � �اړي باديدلي او مخ يي سور شوي وو راته وايي:تاسي بدعتيان راغلي يي او داسي شيان مو راويستلي دي . کوم ملا د اصحابو د ژوند تاريخ بيان کړي دي چي زه يي وکړم؟ دا خلک خو يوازي بايد په جوزولايجوز باندي پوه شي او بس . نور څيزونه ددوي څه درد دوا کوي.له ملا صاحب څخه راووتلم او له ځان سره مي وويل:ترسم نرســــي به کعــبه اي اعـــرابي زين ره که تومي روي به ترکستان است کور ته ننوتلم ، تلويزيون چالان وو او يو هندي فلم يي ايښي وو. داسي بي حيايي پکښي روانه وه چي زه يي په ليدلو وشرميدم . پلار ته مي چي د کوټي په کونج کي ناست وو او د ت� �ويزيون سيل يي کاوه وويل : حاجي صاحب ! دا څه حال دي ؟ هغه سوړ اسويلي وويست او ويي ويل : زويه يهودو او نصاري وو داسي لوي لوي دامونه ايښي چي سوچ يي هم نشي کولاي . 5 تلويزيوني چينلونه 24 ساعته د فحشا وو خپروني کوي او زم ونږ بچيان يي بي لاري کړل هر يو چي ويني همدا حال دي . حيران يو چي کوم يوه ته وګورو!!!له کوټي څخه راووتلم او له ځان سره مي وويل: که چيري هيڅ تو هم ونه وينو نو څه ټکه به راولويږي ؟ له کور څخه شوم ګاونډي ته مي دا کيسه وکړله . هغه وويل : دا خو لا څه کوي . دا Digital ديش آنتن چي 300 اوروپايي چينلونه نيسي او قيمت يي هم اوس الحمد لله را ټيټ شوي دي سمه د شيطان ځاله ده . هر ډول لوڅ او بربنډ فلمونه خپروي ، کله مي چي د هغوي د بام سر ته وکتل ومي � �يدل چي مشر زوي يي اخته دي او د ديش انتن تاوه برابروي . په سر باندي مي څړيکه راغله چي اي خدايه ! دا څه وينم ؟ دومره پوهيږي او بيا هم په بام باندي نصب کړي ده هغه سره مي مخه ښه وکړله او د پوهنتون په لور روان شوم . په م وټر کي چي سپور شوم په داسي جګ غږ يي هندي سندره نيولي وه چي زما د سلام غږ هيچا هم وانه وريدلو . د خپل څنګ م� �ګري سره مي په اشاره روغبړ وکړ . هغه ته مي په داسي لوړ غږ چي زما يي ستوني څيري کړ او دهغه ايله تر غوږه ورسيد وويل : دا ټيپ ډير جګ ندي؟ که کږ ورو شي ښه به نه وي ؟ هغه هم په همداسي شکل سره ځواب راکړ : ( زمايي هم سر په درد کړي دي )) ورو وررو مو دا خبره د ټولي سپرلي سره شريکه کړله . عجيبه خو داوه چي ټولو د دي موزيک څخه سر ټکاوه . بالاخره مو پدي سلا راغله چي موټر وان ته ووايو چي دا کسټ ورو کړي په هغه باندي مي څو ځله غږ وکړ خو هغه پداسي حال کي چي سر او اوږي يي د موزيک سره خوځولي د کسټ سندره يي غبرګوله او زما په غږ باندي خبر هم نه وؤ . څو ځله مي وټومبلو تر څو که خبر شي خو هغه داسي ځان خوځولو چي زما په ټومبلو حتي پوه هم نه شو.بالاخره مي د زمري زړه په زړه کي کيښود او په ورميږ باندي مي يوه ښه پخه څپيړه ورکړه . په ډير قهر سره يي شاته راوکتل او موټر يي ځاي پر ځاي ودراوه ، کسټ يي ټيټ کړ او راته يي وويل : څه خبره ده ؟ ما ورته وويل : استاذه ! ډير زيات وبښه ، ډيره هڅۀ مي وکړه چي ځان ته د متوجه کړم خو هيڅ نه کيدل او دي سندري سم جذب کړي وي . بالاخره مجبور شوم داسي چلند وکړم . داټوله سپرلي د دغه غم وهلي موزيک څخه خسته ده . که خپه کيږي نه دا ټيپ در سره چپ کړه . هغه چي لږ يي غوسه ناسته وه ويل : کسټ ندي راديو ده. دا يهود او نصارا وو په موږ پسي داسي را اخيستي چي جرړي يي راته وويستلي همدا اوس تنها په کابل کي (8) راډيو ګاني (24) ساعته سندر خپروي.که رښتيا راباندي وايي زما يي هم ماغزه راته چپه کړل خو دغي سپرلي په خاطر مي چالانه کړي ده . دلته يو ځل بيا مي له دوکه وخندل خو هيڅ مي هم ونه ويل . موټر بيرته روان شو او لږ مو غوږونه ارام شول . کله چي کوټه سنګي ته ورسيدم ، ګړي ته مي وکتل ، وخت لا پاته وو . اګر چه لاره تر پوهنتونه ډيره وه خو چي کله سم مي مخکيني ګاډي را په ياد شو نو وريږديدم او پياد تګ ته مي په دومره جنجال او غالمغال ترجيح ورکړه او پلي روان شوم . په لاره روان وم ا وله ځان سره مي سوچ کاوه چي دا يهود او نصارايي څوم ره ښکرور شول چي زمونږ ټول امت تري نه چيغي وهي ، خو پدي مي سره نه خلاصيده چي ايا دا مونږ يو چي ددوي ټول پ� �انونه په غبرګو سترګو منو او لوي او کوچنيان ، باسواده او بي سواده نر او ښځي يي ټول د ديموکراسي ،تمدن او ازادي په نامه عملي کوو او که دوي دي چي په مونږ پسي يي سوټي را اخيستي چي ته ولي ديش انتن نه لري ؟په همدي سوچونو کي وم چي ناڅاپه مي يو 26 کيلويي لاس په اوږه د تندر په شان راپيريووت ، شاته مي وکتل چي يو د لوني خاوند چي توره دريشي يي اغوستي وه . ږيره يي هم خريلي وه راته ولاړ وو . د سپينو ويښتانو څخه يي ښکاريده چي د لوړ عمر خاوند دي . له ډيره دوکه نږدي وه چي وچوم خو هيڅ م يله لاسه نه کيدل ، سوچ مي وکړ چي که چيري ورسره لاس او ګ� �يوان شوم نو اول خو دا چي زما لاس د هغه ګريوان ته نه رسي ځکه چي يونيم متر راڅخه جګ دي او دوهم دا چي کيدلاي شي په يوه سوک راته د مخ نقشه بدله کړي نو دلته مي دعقل څخه کار واخيست او خپله غوسه مي وخوړله او په ارام غږ مي ورته وويل: کاکا بښنه غواړم ومي نه پيژندلي . له غوسي څخه په ډکه لهجه يي راته وويل: کاکا دپلار ! ماته � �ييس صاحب وايه . هک پک ودريدم . پداسي حال کي چي تر اوسه مي په لوږه باندي څړيکي راتللي بيا مي جرئت وکړ او و� �ته ومي ويل : ښه رييس صاحب وبښه ومي نه پيژندليپه مټ يي وټپولم او ويي ويل: خود به مي نه پيژني ! هغه وختونه د هير شول چي د خالد بن وليد له غونډ څخه به مي بوري بوري اوړه او وريژي درليږل.ومي ويل : ښه ! ته قوماندان صاحب شينکي يي ؟ويي ويل : هو ! نو څوک يم .ومي ويل : بښه غواړم باور مي نه راځي ، اګر که زه خو په هغه وخت کي کوچني وم خو بيا هم لا تر اوسه مي ستا هغه توره ږيره او سپين پټکي په سترګو کي تاويږي .سوړ اسويلي يي وويست او ويي ويل : د يهودو او نصارايي وو له لاسه مو دا ورځ د ه . په هر صورت ، پدي خبرو پسي مه ګرځه ووايه چي چيرته روان يي ؟ ماورته وويل : پوهنتون ته ځم . ويي ويل ښه ده . زما لاره هم همدي لوري ته ده . تر يوه ځايه به کډ لاړ شو . په � �اره روان شولو . په کيسو کيسو کي يي خپل ژوند راته داسي بيان کړ؛ وختونه په سړي هر حالت راولي خو په هر حال يي شکر بي له کفره ، کله چي کابل فتح شو نو زه هم راغلم او يوه حوزه مي ونيوله ، حالت ورځ په ورځ خرابيده، خو ماهم له موقع څخه ګټه واخيسته او په لږ وخت کي مي څه ناڅه پيسي تر لاسه کړي او مخکي لدي چي حوزه راڅخه واخلي خپل کار مي کړي وو. حوزه مي پريښوده ، اسلحه مي راسره واخيسته او په يو ځاي کي مي ښخه کړه او له کورني بهر ته لاړم . کله چي طالبان راغلل زه هم بيرته راغلم . لويي او وړي څوکي مي هلته دلته تر پښو لاندي کړي او په هغه وخت کي په ملا � �ينکي اخوند باندي مشهور شوم . اګر چه په الف او ب مي سر نه خلاصيده خو ډير وخت مي د امر بالمعروف په رياست کي تير کړ . کله چي د طالبانو ورځ هم واوښته او موقته او وروسته انتقالي دوره رامنځ ته شوه او بالاخر اسلامي دولت راغي ...کله چي د قوماندان صاحب کيسه دي ځاي ته راورسيده نو د مخامخ لوري څخه دوي پيغلي راغلي چي داسي جامي يي اغوستي وي چي ته به وايي له پاريس څخه لندن خوا ته رواني وي او الوتکه يي په کابل کي د تيل اخيستلو لپاره ښکته شوي او دوي ترينه پاتي دي ، هغوي چي ټکري يي نه درلود او توري عينکي يي په سترګو وي داسي شانته تنګ پت� �ونونه يي په ځان کي وو لکه چي د ټوپک پوښ پنځه کلن چنار ته ور واغوندي . د هغو په ليدو سره قوماندان صاحب سترګي رډي رډي راووتلي او وروسته لدي چي کارته پورته يي وکتل ويي ويل : دي يهودو او نصاراوو خو زمونږ بيخ وويست . خداي مو د له کوره ته ګوره پردي وکړي . دا بي حيايي څومره ډيره شوي ده . ما دهغه خبروته سر وښوراوه او نور مي څه ونه ويل . لا مو څو ګامه نه وو اخيستي چي له يوه کور څخه دري نوري پيغلي راووتي چي د مخکينيو څخه يي څو ځله زيات ځان سينګار کړي وو او د جامو حالت خو يي داسي وو چي په ليدو به دي يي مخکينيو ته دعا کړي وه . کله چي موږ ته راو� �يسدلي نو ودريدلي . ملا شينکي اخوند هم پښه ونيوله او زه هم مجبور شوم چي تم شم . يوي پيغلي چي د دوي مشره ښکا� �يده قوماندان صاحب ته يي وويل : پلار جانه موږ بازار ته په سودا پسي ځو . د کور کلي دا ده واخله . قوماندان صاحب وويل : ځي خ داي مو مل شه . رښتيا د موټر ځغلولو کورس ته هم لاړ شي ، آنجليکا هلته شامله کړي ځکه چي نامزاد يي دکاناډا څخه احوال راليږلي چي تر څو يي د ويزي کار خلاصيږي د موټر ځغلول دي زده کړي .پدي وخت کي منځني جينکي چي ماته همغه آنجليکا ښکاره شوه وويل: Thank you dad زه به همدا نن ځان شاملوم.د باي باي په ويلو سره دوي � �اڅخه رواني شوي او موږ هم حرکت وکړ . ددي صحني په ليدلو سره هک حيران شوم خو په ځان مي رانه وړه . او قوماندان صاحب ته مي وويل ښه کيسه کوه . پدي وخت کي د هغي دروازي مخي ته چه هغه جينکي ترينه راوتي وي وريسيدو ، قوم اندان صاحب ودريد او ويي ويل : هو له ياده مي ووتل ، هغه د خداي (ج) د وعده رښتيا ده چي هر چاته د خپلو نيکيو اجر ورکوي . موږ ته هم دا دي خداي (ج) د جهاد او هجرت ثمره راکړه . کله چي موقت او بيا انتقالي او وروسته اسلامي دولت رامنځ ته شو نو ما ښخي کړي سلاوي راوويستلي او DDR پروګرام ته مي تسليم کړي او په پيسو مي يي يوه دغه پنځه پوړي وداني ، او دري داني کروزن موټران واخيستل . اوس را دوه کاله کيږي چي د بشر حقوقو د مستقل کميسيون غړي يم او دښځو په وزارت کي د مهارتونو د ودي رياست مشري په غاړه لرم . لورانو ته مي هم د ښووني موقه برابره او له ځان سره مي وويل چي بس دي نور دا ظلم او بي ځايه جهالت چي ښځي دي په کور کي ساتلي . اخر دوي هم زړه لري او حقوق لري . دري واړه مي اوس د کمپيوټر او انګريزي په کورس کي شاملي کړي او ددي تر څنګ دا مشره خو يي د موسيقي يو کورس ته هم ځي ، غواړي په راتلونکي کي يوه غښتلي سندر غاړي شي او خپل هيواد او خلکو ته خدمت وکړي . دوهمه لور مي چي له تياتر سره يي جوړه ده ، همدا څو ورځي مخکي له سويدن څخه راغله ، هلته د دريو مياشتو لپاره تللي وه تر څو د تياتر په برخه کي کار وکړي . هغه د يوه جاپاني الاصله کاناډايي سره نامزاده شوي ده چي همغلته په سويډن کي سره اشنا شوي وو. دريمه لور مي غواړي لويه سياستمداره شي ، هغه وايي چي کمونيزم لا تر اوسه ماته نده خوړلي ، اص� �اً دغه ناکامي د يو څو کسانو د خيانت او جهالت پايله وه ، که چيري تکړه ، با احساسه او فدا کاره کمونستان يو ځل بيا پدي نظام باندي کار وکړي نو دا ځل به حتماً کاميابيږي .تر ډيره ځايه يي زه هم تادوم ، روس بيچاره بي تج� �بي وو چي زموږ په مقابل کي يي ماته وخوړله ، په هر صورت ، اوس زه پدي هڅۀ کي يم چي هغه مسکو ته واستوم تر څو هم الته خپل سياسي کار ته ادامه ورکړي .پدي ځاي کي ملا شينکي اخوند دمه وکړه او غوښتل يي غاړه تازه کړي ، ما په بيړه تر پوښتنه وکړه : رييس صاحب زما به ذهن څو پوښتني را پيدا شوي . يوه دا چي هغه زوي د خالد چي خالد بن وليد به د ورته ويل چيرته دي ؟او بل دا چي زما ياديږي ستا په دوهمي لور نوم خو خديجه وو ، اوس څنګه آنجليکا شو ؟له موسکا سره يي وويل : هو داراسنګ يادوي ، هغه اوس يوه مشهوره سينما دلته په ښار کي په ټيکه اخيستي ده او ښه عايد تري نه لري او د نوم بدلون ! هغه وختونه خو اوس تير شوي . خالد چي کله د دوه کلو لپاره هند ته تللي وو ، بيرته چي راغي ويل يي نور زما نوم دارا سنګ دي . او ددي لپاره چي څوک بيا خالد ورته ونه وايي نو د هند د تابعيت تذکره يي هم اخيستي وه . او خديجه مو چي کله سويډن ته ليږله په ډير تکليف سره يي ويزه ورکړه او هلته به هم تل د څارني � �اندي وه ، ځکه چي نوم يي دوي ته مذ هبي ښکاريده . خو په هر ترتيب ، کله چي د (چاننګ يا نګ ) سره معرفي شوه ، د نوي نامزاد يي يا دوم ، هغه ورته ويلي وو چي ستا د نوم تلفظ ډير سخت دي ، تر څو نوم چي بدل نکړي د نامزادي خبره پاتي ده ، بالاخره وروسته له ډير جنجال څخه هغي هم خپل نوم آنجليکا کړ چي له يوي خوا د دواړو خوښ وو او له بلي خوا د عيسايانو په وړاندي هم منل شوي نوم دي. پدي توګه يي ځان د تل لپاره له دي جنجال څخه خلاص کړ . کله چي قوم اندان صاحب چوپ شو نو ما ورته وويل: ډير ښه رييس صاحب شينکي . عجيبه کيسه د وکړه اوس نو ماته اجازه راکړه چي دپوهنتون ناوخته کيږي ، قوماندان صاحب مي لاس ونيو او ويي ويل : چيري ځي ؟ راځه کور ته به لاړ شو او ته هم له خپل ژوند څخه څه راته ووايه . رښتيا له ياده مي ونه وزي دا د ږيري غم دي هم وخوره ، نن خو هسي په غيرت کي ګير يي چي سنت دي او واجب ، خو سبا ته به بيا په خپله ورسره په تکليف يي. موږ هم تاسو غوندي وختونه تير کړي دي خو اوس پوهيږو چي څه بيهوده ژوند مو تير کړي دي. دوي ورځي ژوند دي ښه يي تير کړه . ورته موسکي شوم او ومي ويل : حقيقت خو دادي چي دا يهود او نصاريي خو مو هيڅ ژوند ته نه پريږدي . که نه نو مخکي به مي ځان تري خلاص کړي وو . له نصيحت څخه دي مننه . له رييس صاحب نه مي ډيره په سختي اجازه واخيسته او روان شوم .کله چي پوهنتون ته ورسيدم نو يو م لګري مي په مخه راغي او ومي غوښتل د زړه خواله ورسره وکړم او دا د يهودو او نصإريي څخه ډک زړه مي ورته تش کړم . هغه ته مي دهغو پيغلو کيسه وکړله او د دوي د بي شرمه جامو څخه مي ورته سر وټکاوه . ملګري مي راته وويل : تا دغو پيغلو ته وکتل ؟ ومي ويل : هو ! ښه په ځير ځير مي ورته وکتل داسي شانته يي ځانونه جوړ کړي وو چي ته به وايي دنيا واده يي دي او داسي جامي يي اغوستي وي چي که بربنډي واي ډيري به ښي واي . ملګري مي په نرمه سره راته وويل : دا خو رښتيا هم يهودو او نصاراوو غټ کار پيل کړي دي ، حتي دا چي ته يي ديته اړ کړي يي چي دي نامحرمو ښځو ته په داسي ځير ځير وګوري . راته ووايه ؟ داهم په يهودو او نصاراوو وراچوي ، ومي ولي د خپل بام واوره نورو با� �وي ، هغوي که داسي بي حيايي ته مخه کړي نو سترګي خو ستاوي ، تاته څه اړتياوه چي بايد د هغوي د ويښتانو ، عينکو او پتلون جاج واخلي . د ملګري خبرومي داسي په خولو کي ډوب کړم چي په هيڅ پوه نه شوم او دالله (ج) هغه وينا مي سترګو ته ودريده چي فرمايي:( ان الله لا يغير ما بقوم حتي يغيرو ما بانفسهم )وسلام ورحمته الله وبرکاته"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "میرانشاه باندي د امریکایې الوتکي برید", "output": "عزمت علي ایډیټ: میرویس جلالزی د اوسني پاکستان د میرانشاه ښار ته نږدې د امریکې د بي پیلوټه الوتکو په برید کې لږ تر لږه دری تنه شکمن کسان چې ویل کیږي پاکستاني طالبان ول وژل شوي دي. برید د جمعې په ورځ غرمه مهال په یوه شکمن کور تر سره شوی او پکې د سیمې نورو خلکو ته تاوان ندی رسیدلی. په همدې حال کې د سرحد په ایالت کې د ماین په یوه چاودنه کې د یوه دولت پلوه بانفوذه مشر په ګډون پینځه تنه وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو د پرونۍ چاودني مسوليت ومانه", "output": "ډاكټر محمدحنيف چي ځان د طالبانو وياند ګڼي وايي چي پرون (د جمعې په ماځيګر) د لوګر ولايت په موسى ولسوالي چاودنه د دوى د ځواكونو له خوا ترسره سوې ده. دا چاودنه چي د آيساف ځواكونو پر يوه كاروان سوې وه، څلور اېټالوي عسكر پكښي مړه او دوه ټپيان دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بلير : له طالبانو سره جګړه اسانه نه ده", "output": "د برتانيا لومړي وزير توني بليرپه افغانستان باندې د امريکا د پوځي بريد د پنځمې کليزې په اړوند د خبرو په ترځ کې له طالبانو سره جګړه اسانه ونه بلله او څ� �ګنده يې کړه چې له خپلو پوځيانو سره به له هيڅ ډول مرستو نه دريغ ونکړي او هرڅومره مرستې چې وغواړي ترلاسه به يې کړي . برتانيا دا مهال د ناټو تر مشرىلاندې ٥٠٠٠ عسکر لري او د ٢٠٠١ زيږديز کال څخه تر اوسه پورې ٤٠ تنه ب� �تانوي عسکر افغانستان کې وژل شوي دي . د بلير له څرګندونو سره جوخت په افغانستان کې د برتانيا يو پوځي مشر اد باتلر ويلي چې فوځيان يې افغانستان کې د خپلو دندو د ترسره کولو په موخه د شينکوک چورلکو او نورو پوځي ټوکو ته ضرورت لري . پنځه کاله وړاندې امريکايانو د تلې په ١٥ نيټه په طالبانو پوځي بريد پيل کړ ، چې له امله يې د يوې م ياشتې په ترځ کې د طالبانو رژيم نسکور شو . داچې پنځه کال تير شوي او څه ناڅه ٣١ زره بهرني عسکر افغانستان کې دا م هال ميشت دي، بيا هم طالبا ن په پوځي ډګر کې ځواکمن شوي دي.له دې سره امريکا و نه توانيده چې اسامه ، ملامحمد عم ر او د القاعده او طالبانو يو شمير وتلي مشران ونيسي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خاموش اور", "output": "خاموش اور زما تقدير کي تغير ښکاري + چه هميش وړمه غمونه پر ما جوړ د غم بازار دی + غمازان کړي هوسونه د زاهد په لاس کي جام دی + په محراب کي ورو ورو ناڅي مردار څاڅکی ئې له ميو + تر ناپاکو ليچو څاڅي ټول دفتر د عشق ئې وسو + د ريا په خاموش اورکي دټګۍ پر ټغر ناست دی + د نفاق په زاړه کور کي بيهوده و هر خوبروی ته + په اميد د وصال ګوري تر ناولي خولې ئې ناړي + د محراب پر حرم اوري په امان له دا تقوا کړې + يا الهي حيدري خوار د کينې تر جنت تير دی + خوښوي لوړ دوږخي دار کندهار ٩ حوت ١٣٧٦"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان دولت د اربکیو د جوړولو خلاف دی", "output": "جلالزیافغان دولت د نړیوالو متحدینو په خاصه توګه د امریکې د هغه پلان ملاتړ نه کوي چې وایې غواړي د طالبانو پر ضد سیمیز اربکي وسله وال کړي. د کورنیو چارو وزارت نطاق زمري بشری وویل چې د اربکیو د جوړولو پر ځای باید کورني امنیتي ځواکونه تقویه شي او له افغاني امنیتی مجرا څخه باید د مخالفینو پر وړاندي کار واخیستل شي. د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپآڼي ویلي چې وا� �نګټن غواړي د قومي اربکیو د وسله وال کولو لومړۍ پړاو له ګاونډي میدان وردګ ولایت څخه پیل کړي. د ولسي جرګې غړي میر احمد جوینده هم د امرېکې دغه پلان ناسم وبلل او زیاته یې کړه چې که چیرته قومي ملیشې وسله والي شي هغوي به یو ځل بیا د تیر په څير د خلکو په ځورولو او وژلو لاس پوري کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بهر ته ددولتى سفرونو په هکله د کرزي حکم", "output": "افغان ولسمشر حامد کرزي بهرنيو هېوادونو ته د دولتى چارواکو او پلاويو د ښه سمون او د غير اړينو سفرونو د مخنيوى په هکله يو حکم صادر کړي دى ، چې له مخې يې د بهرني هېوادنو او موسساتو ټول بلن ليکونه يوازې د بهرنيو چارو وزارت له لار ې د اجراْ وړ بللى دي . د نوموړى د حکم له مخې هغه بلن ليکونه چې د فکس يا بريښنا ليک له مخې د اداراتو او اشخاصو په پته رسيږي د اعتبار وړ نه دي اولار ښونه يې کړې چې د پړاونو له وهلو څخه يې دې ډډه وشي .د حکم له مخې له هغو مسافرتونو څخه چې ددولت په لګښت سره کيږي ، يوازې په اړينو حالاتو کې چې د بهرنيو چارو وزرات له خوا تائيد شوي وي ،له نورو دې ډډه وشي . په حکم کې � �اغلي چې دجيب خرچ د مقررې تر تعديل پورې دې ، د جيب خرڅ له لګښتونو څخه چې لګښت يې کوربه هېوادونه او موسسات و� �کوي ، مخنيوى وشي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند كي نوی ښونځی پرانیستل شو", "output": "د هلمند په مرکز لښكرګاه كي د دوستي د� �يسي په نا مه يوه ښوونځی پرانيستل شو. دا مكتب د ډنمارك هيواد په دوه لكه اوه شپيته زره امريكايي ډالرو جوړ شو. د هلمند د ولايت د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال وايي چي دا مكتب په ډيره عصري دول جوړشوي دی .دا مهال به په دي ښوونځي كي ۲۲۶۷ انجوني او هلكان زده كړه كوي . د يادوني وړده چي اوس مهال په هلمند و� �ايت كي په ۲۲۵ ښوونځيو كي ۵۹ هغه يي فعاله دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمحرم لسمې ویر،که دجنګي جنایت کارانوزورښودنه؟", "output": "دمحرم لسمې ویر،که دجنګي جنایت کارانوزورښودنه؟( رپوټ) د م.شمشاد لیکنه سره له دې چې داسلام سپیڅلي دین په حکمونوکې یوازې ددواړواخترونو، دعرفات ، دروژې میاشت اوهم دجمعې ورځې دیني حکم لري. دانورې ورځې تاریخي ورځې دي لکه : دربیع اولاول دولسمه چې داسلام سترپیغمبرحضرت محمد(ص) دنیکمرغه میلاد اودغه راز، له دې نړۍڅخه دهغه مبارک رحلت ورځ ده خوپه دې اړه هم دځینومورخینوترمنځ اختلاف شته په هرصورت اوس داورځ منل شوې ده. په همدې ډول، دمحرم لسمه نیټه چې دتاریخي لاسوندونوپه رڼاکې دهجرت په ۶۲ کال په همدې ورځ دحضرت رسول اکرم (ص) دلمسي اودحضرت علي کرم ال� �ه وجههُ زوی امام حُسین (رض) له خپلو۷۲ یارانوسره دوخت واکمن یزیدبن معاویه لښکروپه لاس شهېدان شول. په � �ښتیاچې دایوه غملړۍپېښه وه. ددې پېښې یواړخ داهم دی چې دواک اوځواک لیونتوب ترهغې کچې رسېدلی ؤچې داسلام ددین پی� �وانوپه لاس دهمدې دین لاښود دسترګوتوراودهغه دکورنۍنورغړي په ډېره بې رحمۍسره وژل کېږي. خوکه راشودېته چې داداسلام په تاریخ کې لومړنۍمسلمان وژنه هم وه. تردې مخکې هم دواک اوځینونوروموضوع ګانو پرسرآن نورې ستر کسان هم وژل شوي آن داسلام لښکرودجګړې په ډګرکې دیوبل وینې تویه کړې وې لکه دجمل په جګړه کې اودغه راز، دحضرت ع� �ي (رض) اوحضرت معاویه (رض) لښکروترمنځ خونړۍجګړې . همداډول، په خپله دحضرت عثمان( رض) شهادت دمسلمانانو په لاس پرته له دې چې دکومې موخې له پاره اوولې ترسره شو؟ په همدې ډول، په خپله دحضرت علي (رض) شهادت دعبدالرح من بن ملجلم په لاس چې هغه هم دیوې اسلامې فرقې یانې خوارج لاروی ؤ. حضرت علي(ک) دروژې مبارکې میاشتې په ۱۷ نیټه دملجم نومي دټپونوله امله شهید شو. حضرت عمر(رض) چې دده حکومت دنړۍپه ټول تاریخ کې دعدالت ستره بیلګه ده. تاریخ شاهددی چې دحضرت عمر(رض)په شانې حکومت بیا هیڅکله هم په ټول تاریخ کې داسلام سپیڅلي دین په شمول د هیڅ یوې دینې، ایدیولوژي اوسیاسي عقیدې لاریویانونه دی جوړکړی اونه به یې له دې وروسته هم جوړکړای شي . ددې ټولوپه اړه څوک ځان هم نه خوځوي خودمحرم لسمې پېښې په اړه بیادادومره های اوهوی دڅه له پاره ؟ ددغې پېښې په اړه هغه څه کېږي چې کله هم ښايي ځینې ناپوهه کسان بې لارې کړي. په دې اړه دومره دروغ اورښتیاویل شوي چې نږدې دی له خلکولاره ورکه شي. داځکه چې نه دپیغمبر، نه هم دپیغمبرنږدې خپلوانواویارانواو نوروسترو� �خصیتونوپه اړه دومره لوړمراسم نیول کېږي خو دځینوډلویاهم کسانوله خوادحضرت امام حُسین (رض)شهادت په ړه دوره ساټ وباټ نیول کېږي چې سترګې برېښوي. رښتیادمحرم لسمې پېښه څه ډول اوولې رامنځ ته شوه ؟ په دې اړه ډېرلیکلي، نالیکلي، تاریخي اوآن له ځانه جوړشوي روایتونه شته چې درښتیااودروغو بیلول یې ستونزمن دي. خوهغه څه چې عرب لیکوال حسن ابراهیم حسن داسلام په سیاسي تاریخ کې چې ایراني ابوالقاسم پاینده ژباړلی په دې اړه لیکلي اوښايي حقیقت ته ورنږدې هم وي سره له دې چې له تردیدپرته به ژباړن خپله سلیقه هم ورګډه کړې وي. ښاغلی حسن کاږي(دکوفې ځینومخوروحضرت امام حُسین (رض) ته یولیک ولېږه اوله ده څخه یې وغوښتل چې له مدینې منورې څخه کوفې ته ور� �ي اوهورې به دوی بیعت ورسره وکړي. دغه وخت دیزیدله خواپه کوفه کې یوکمزوری سړی چې نعمان بن بشیرنومیده حاکم ؤنوځکه خوځینوکوفیانوداجرآت وکړچې امام حُسین وروبلي. حُسین ددې لیک په ترلاسه کولوسره خپل داکازوی م سلم بن عقیل دوضعیت مالومولوپه موخه کوفې ته ولیږه.کله چې مسلم کوفې ته ورسېده یوشمېرخلک پرې راټول شول، مسلم ددغه حالت په لیدلوسره امام حُسین ته لیک واستاوه اوهغه یې کوفې ته وروباله . همداوخت یزید نعمان بن بشی� �لرې اوپرځای عبیدالله بن زیاد دکوفې حاکم مقررکړ. عبیدالله بن زیاددهغوکسانوغوږونه ښه کلک تاوکړل چې دمسلم په خواوشاراټول شوي وو، اوهغوی هم وویرېدل اوله مسلم څخه لرې شول. مسلم هم دهاني بن عمرومرادي په کورکې پناه واخیسته. عبدیدالله بن زیادمیلمه اوکوربه دواړه ووژل. دغه وخت امام حُسین هم دکوفې پرلورخوځېدلی ؤ، پرلاره له فرزق نومي شاعرسره مخامخ شو،شاعرمشوره ورکړه چې کوفې ته لاړ نه شي خوده هغه دچاخبره کمه واورېده او� �ه اتیاکسانوسره یې حرکت ته یې دوام ورکړ، کله چې کوفې ته نږدې شودمسلم له حاله هم خبرشو، همدلته حربن یزیدتمیمي مشوره ورکړه چې بیرته شاته لاړ شي . دی زړه نازړه شوخو دمسلم ورونوپریکړه کړې وه چې دخپل وروکسات به اخلي ، ح ُسین هم اړشوچې ددوی ومني اودکوفې پرلور وخوځېده. په کربلادښته کې دیزیدله زورورلښکرسرمخ شو. په رښتیاچې دایوه نابرابره جګړه وه ، له امام حُسین سره دهغه ۷۲ پلویان ملګري اوپه مقابل کې یې وايي چې تردیرشوزرو پورې دیزیدلښکرولاړ ؤ. ښايي داشمېره به سمه نه وي خوبیاهم دجګړنولوروانډول برابرنه ؤ. په پایله کې دامام ح ُسین ټول پلویانوشهیدان شول .) دپېښې دغه انځورښايي رښتیاته ورنږدې وي. خوراغلودې ته چې ولې داپېښه دومره لویه ښودل کېږي یالویه شوې ده؟ په ټوله کې دایوازې دسیاسي موخوله پاره ده نه دعقېدې له مخې . خبرې به نورې نه اوږدوو، په افغانستان کې سږ کال دې ورځې ته دځینوهغوجنګي جنایت کارانولکه کریم خلیلي، محمدم حقق، جادوګرمحسي اوددوی جنایتاره بانډونوله خوا آن له لسوورځوراهېسې چمتووالی نیول شوی دښارپه بیلابیلو واټونوکې پربیرغونولویې لویې دروازې جوړې چې ترافیک یې له ستونزوسره مخ کړی دی.هرځای شعارونه دي چې له دې څخه اټکل کېږي میلیونونه پرې افغان مصرف شوي دي. سره له دې چې همدغه ډلې نارې سورې وهي چې ددوی په سیمولکه بامیانواودایکنډي کې خلک دلوږې له ګواښ سره مخی دي. له تردیدپرته چې داټول دعقېدې له مخې نه بلکې په حقیقت کې دکرزي حکومت اوامریکې ته دجنګسالارانوزورښودنه ده. که دادعقېدې له مخې وای نوهغه چاباید دظلم اونارواغندنه کړې وای چې په خپله له ظلم اوتېري بیزاره وي، نوتاسې فکرو کړئ هغه ظلمونه اونارواوې چې دمزاري ، خلیلي ، انوري مح� �ق اوددوی نورجنایتکارانوپه افغانستان کې ترسره کړي نوپه ایمان چې که یزیدراژوند ی کېدی نو نوموړو جنایتکا� �انوته به یې پرخپلولاسونودجنایت مډالونه ، نه وای ورکړی؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ډنمارک لومړى وزير د ترکيې لمن ونيوله .", "output": "د ډنمارک لومړى وزير اندرس فوګ راسموسن د ترکيې له لومړى وزير رجب طيب اردوغان څخه غوښتي چې د دغه هېواد او د اسلامي هېوادونو ترمينځ دې منځګړيتوب وکړي. د ډنمارک او اسلامي هېوادونو ترمينځ هغه و خت کړکيچ او تاوتريخوالۍ مخ پرزياتيدو شو چې يوې ډنمارکى ورځپاڼې ( يولندپوستن) د تير دسمبر په مياشت کې د حضرت محمد (ص) د کارتون په ايستلو د ټولو مسلمانان سپکاوۍ وکړ او دمسلمانانوغوسه يې راوپاروله .په ترکيه کې د ډنمارک سفيرپه دې اړوند يو ليک د ترکيې د بهرنيو چار وزارت ته سپارلۍ دى. د اسلامى هېوادونو مشرانو ددغه ورځپاڼې غندنه کړې ،کويټ او عربستان خپلو هېوادونو ته د ډنمارکى توکو په راوړلو بنديز لګولۍ دى. د نړۍ مسلمانانو ددغه عمل پر ضد لاريونونه وکړل او نن د فلسطين د غزې په تراڼه کې يو شمير فلسطيني ځوانانو د المان دفرهنګي مرکز په ودانۍ ور ودانگل چې بيرق ته يې اور واچوو او دودانۍ هيندارې او دروازې يې ماتې کړې . له ډنمارکى ورځپانې وروسته دالمان ، فرانسې سويدن او حتى د يوې اردني اونيزې ( شيحان ) هم داډول انځورونه خپاره کړي دي. اندونيزيا هم ددغه غير مسئولانه عمل سخته غندنه کړې ده . لاريون کونکود سوريې په پلازمينه دمشق کې د ډنمارک سفارت ته اور واچول ش او دناروې سفارت په ډبرو ويشتل شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شکریه بارکزۍ: د اروپاې ټولنې د څارونکي ډلي څرګندوني غیرمسولانه دي", "output": "میرویس جلالزی د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د اروپایې ټولنې د ناظرینو د دلګۍ د چهارشنبې د ورځي څرګندوني په پراخه کچه غندل شوي دي. د دغې ډلې غړو پرون په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال وویل چې د افغانستان په انتخاباتو کې د کارول شویو رایو له ډلي څخه تقریباً یو نیم ملیون هغه یې شکمني دي او صحت نه لري. د اروپاې ټولنې د ناظرینو پر وینا چې په دغو یو نیم ملیون شکمنو او ناسمو رایو کې څه باندې یو ملیون یې په حامد کرزي، تقریباً دری سوه زره یې په ډاکټرعبدالله عبدالله او ۹۲۰۰۰ نوري یې په رمضان بشر دوست پوري اړه لري. د ولسې جرګې غړي میرمن شکریه بارکزۍ یوه له هغو سیاست والو وه چې د اروپاېې ټولنې د ناظرینو په دغه قضاوت یې نیوکه وکړه. د آغلې بارکزۍ پر وینا چې د نظار دغه ډله یوازي د انتخاباتو د بهیر د څارني دنده لري نه دا چې د افغانستان د انتخاباتود پایلو په اړه قضاوت وکړي. میرمن بارکزې د اروپاېې اتحادیې د دغو ناظرینو د چهارشنبې دورځي څرګندوني غیر مسولانه اود افغانستان د انتخاباتو قانون او اساسي قانون سره په ټکر کې وبللي. شکریه بارکزۍ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان حکومت: پر مونږکار مه لرۍ", "output": "م يرويس جلالزی (کابل) افغان چارواکو وروسته له هغه چې پنځه لس بندېان په گولېو باندی اعدام کړل دا دی اوس هالند ،ملگروملتونو، آلمان ، کاناډا او ځينو نورو اروپايې هيوادونو په افغان دولت نيوکه وکړه او اعدام يې د نړيوالو بشري حقونو د پاليسۍ خلاف عمل وبلل . هغوي وايي چی دا 15 تنه نه بايد اعدام سوی واي . دا په تېرو درو کلونو کى اول ځل دى چې په افغانستان کې څوک اعدام کېږ� �. دغه کسان چې دکابل په زندان کې د ېکشنبى په ورځ ناوخته ووېشتل شول اکثره ېې محکوم شوى جناېت کاران و� �. په دغو جناېت کارانو اکثره داسى کسان ول چى په قتل باندى محکوم سوى ول. د ننيو نړيوالو غبرگونونو په ځواب کې د حامد کرزی وياند همايون حميد زاده نن سهار بينوا ته وويل چې دا کسان ځکه اعدام شول چی د نورو جنايت کارانو لپاره يو سبق وی او د افغانستان دولت د خپلو نافظه قوانينو په رڼا کې دا حق لري چی مجرمين اعدام کړي او نړيوال نه بايد د افغان دولت په کار باندی کار ولري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغان خبريال سلطان منادي د وژنې د غندنې غونډه", "output": "د پنجشنبې په ورځ سهار مهال دخوست ميديوتيک ټولنيز مرکز په ودانۍ کې د خوست ولايت بيلا بيلو رسنيو خبريالانو او ژورنالستانو د يوې غونډ په ترڅ کې دافغان خبريال سلطان منادي وژنه چې د وسلوالو اورپکو او ناټو ځواکونو په جګړه کې ووژل شو وغندله . په نومو ړي غونډه کې د ژورنالستانو خپلواکې اتحاديې مشر امير بهير د خوست MCC مشر نجيب الله الوخېل ، نصير احمد روښان ، اسماعيل حقمل ، انعام رحماني، شانزلي محبت ، فريد الله متونوال ، کفيل ريحان، ، ناصر ځلاند ، شفيق يما ، د نور خبريالانو په استازيتوب د پيښې د غندنې تر څنګ نيوکه وکړه. چې ناټو ځواکونو په عملياتو کې دافغان خبريال ژغورلو ته پام ندى کړى . په غونډه کې يادونه وشوه، چې په وروستيو دووکلونو کې نه يوازې خبريالانو ته د جګړې دښکيلو خواوو له لورې گواښونه ډېر شوي دي بلکې د ښاغلي منادي په څير يو شمير نور خبريالان هم په بې رحمانه توګه وژل شوي دي. خبريالانودجګړې له ښکيلوخواوواوناټوځواکونوپه کلکه وغوښتل ،چې دژورناليستانودژوندانه خونديتوب ته دې په جدي توګه پاملرنه وکړي. د يادونې وړ ده ښاغلى منادي څو ورځې وړاندې د نيويارک ټاميز له خارجي ژورناليست سټيفن فاريل سره يو ځاى د کندز له چهاردرې ولسوالۍڅخه د دولت د وسلوالو مخاليفنو له خوا هغه مهال وتښتول شو په نوموړي سيمه کې يې د ناټو ځواکونو له خوا د شوي هوايي بمبارۍ په تړاويې رپوټ چمتو کاوه.ددوى د راخوشي کولو عملياتو کې منادي ووژل شو خو خارجى ژورناليست وژغورل شو.دا چې د تښتنونې په پېښو کې تل خارجيان نجات مومي او افغان خبريالان وژل کيږي خلک ورته د حيرت او شک په سترګه ګوري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګران وطن", "output": "ای و طنه ګران وطن ښکلی ګلستان وطن دا مو د خاپوړو کور دی جنت نشان وطن ښه باغ او باغچی لری رنګ په رنګ میوی ل� �ی ښا ر د قندهار زموږ پیغلی پښتنی لری ښکلی ننګرهار ته ځم ګل د نارنج ښار ته ځم بیا به د سپرلی موسم د ښکلو دیدار ته ځم غرونو کی زمریان لری څڼی اټن چیان لری خلکو د پکتیا سیمه ښه ښایسته ځوانان ل� �ی لوړ نام او نشان زموږ دا د اسیا بام زموږ څومره لوړ شهرت � �ری لعل د بدخشان زموږ دروند په زیارتونو دی ځای دطا عتو نو دی دا د غزنویانو کور زړه د تاریخونو دی لاړ به شو مزار ته بیا د روضی دیدار ته بیا سوال به د ایمان وکړو د الله دربا ر ته بیا د ا مو د قومو کلی دا مو د دودو کلی لوړ عالی کلتور ل� �ی دا مو د نیکو کلی لوړ په ټول جهان دی دا کور د افغان دی دا مو د پلرو وطن دا افغا نستان دی کال ٢٠٠٦ مها جرت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كندوز كي په الماني سرتېرو بريد وشو", "output": "ډاكټر حنيف چي د طالبانو وياند دى وايي تېره � �په طالبانو د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په چارسده سيمه کي د الماني سرتېرو دوه موټره په يوه کمين کي له منځه وړي چي کاملاً ويجاړ شوي دي او پكي سپاره عسکر ټول وژل شوي دي. خو له بلي خوا د كندوز امنيتي چارواكي وايي چي په بريد كي يوازي دوه تنه افغان پوليس ټپيان شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهارکي دپاکستان ملي ورځ ولمانځل سوه", "output": "د کندهار په خوشبخت سالون کې د پاکستان م لي ورځ ولمانځل شوهنن په کندهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ له خوا په خوشبخت سالون کې د يوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان ملي ورځ ولمانځل شوه.غونډه د قران کريم په څو مبارکو اياتونو پيل شوه، غونډې ته د پاکستان قونسلر عنايت الله کاکړ وينا وکړه او په خپله وينا کې يې وويل چې پاکستان د پاکستان په بيارغنيزو چارو کې تل هم کاري کړې او کوي يې.ده وويل چې پاکستان غواړي په کندهار ولايت کې د کېنسر ناروغۍ يو ستر روغتون د پينځه سوه مي� �يونو پاکستانۍ کلدارو په لګښت جوړ کړي، خو افغان دولت تر اوسه ځمکه نه ده ورکړې.ښاغلي کاکړ د دواړو هيوادونو د ښو اړيکو هيله وښوده او ويې ويل چې ګاونډې هيوادونه بايد تل يو له بل سره همکاري وکړي.وروسته د کندهار و� �ايتي شورا رئيس احمدولي کرزي وينا وکړه او ويې ويل چې افغانستان او پاکستان دواړه ګاونډي هيوادونه دي او تل يې د يو بل مرسته کړې.احمدولي کرزي د پاکستان ټول ولس ته د دغې ورځې مبارکې وويله او دوی ته يې نېکمرغه کال وغوښت .يادې شوې غونډې ته د کندهاروالي اسدالله خالد هم وينا وکړه او ويې ويل چې پاکستان تل د افغانانو مرسته کړې په تېره بيا د کډوالۍ او مهاجرت پر وخت يې له افغان ولس سره په بشپړه توګه همکاري او مرسته کړې.ښاغلي خالد د خپلو خبرو په ترڅ کي ویل چي موږ د پاکستان سره نه شلیدونکي کلتوري اړیکو لرو ، زما نیمه تنه هلته ده ، زما وینه هلته ده ، زما قوم هلته دی ، زما پښتانه هلته دي . خالد هيله وښوده چې د پاکستان نوی راتلونکی دولت به له افغانستان سره ښه اړيکي ولري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسروشنډوژوول", "output": "دسروشنډوژوول کـــه وفــــایــــې خندول کا ،نـورڅه نــــه کا نــــو جــــفا یـــــې ژړول کا، نــورڅه نــــه کا کـــه عاشق یې له هجران کاندي کوکاري مــــاشقـویــــې قتلول کا، نــ� �ـورڅه نــــه کا ک� �ـــه زړګی یـې د منګول نــه دی په درېغه دبـــــازانــــو ورلــېږل کا،نـــورڅه نــــــه کا کـــــه نقاب یې پرسپین مخ وي اچــــولــی دخالــــونــوړنګـــــول کـا، نـــورڅه نــــه کا که سرې شونډي ورنژدې کاندي په مینه پـــــه غاښونویې ژوول کا،نــورڅه نـــه کا کــــه رقیب یـې دهــــوس ماڼۍ لـــــه بولي پـــــه ګــناکي غرقول کا، نــــورڅه نــــه کا دوفــــ� �ــادشعربـــدرۍ پـــــــه نڅاراغلـــــــه انځورونـه جـــوړول کا، نـــــورڅه نــــــه کا ښایسته وفا دهرات ښار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كندهار كي د اور لګيدني زيان له دوه ميليونه نه زيات دي", "output": "نن غرمه مهال دكندهار ښار په شپږمه ناحيه كي داور لګيدني زيان معلوم او داسلاميك ريليف موسسي يوه تن كاركوونكي شامحمود بينوا ته وويل چي اور د نوموړي موسسي په يوه ګدام كي هغه وخت ولګيدي كله چي دوي د نوموړي ګدام كړكۍ ويلډينګولي د ده په خبره چي په اور كي ځيني بريښنايي توكي ، دري عرادي موټر سيكلان ، دري موټرونه او دري كانټيرونه چي تجارتي توكي پكښي وه سوځيدلي دي او دوه نيم ميليونه افغانۍ زيان يي اړولي دي خو ځاني زيان نه لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بيا هم شپږ طالبان او يو پوليس وژل شوي", "output": "د افغانستان له ختيځ څخه د ۶ طالبانو او يو افغان پوليس د وژل كيدو خبر وركړ شو . لومړۍ پيښه پرون د پكتيكا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پوليسو پر وينا طالبانو د پوليسو په يو مركز بريد وكړ ، يو پوليس او ۶ تنه بريد كونكي په دي جګړه كې ووژل شول . دوهمه نښته د ننګرهار په ولايت كې رامنځ ته شوه . ايتلافي سرتيري وايې په دي بريد كې يې يو شكمن ترهګر وژلى او ۹ تنه نور يې يرغمل كړي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان ټولنيزه ځانگړتيادايران تركلتوري يرغل لاندي", "output": "يوه ټولنه هغه وخت له ريښتينى گواښ سره مخ كيږي چي د جوړښت ټولنيز بنسټونه يي ترپردى يرغل لاندي واقع شي , هغه بنسټونه چي د ټولنى دهويت ښكارندوي وي , هغه بنسټونه چى د ټولنى ځانگيړتيا او خوصوصيت په كي نغښتي وي . په اسلامي نړي كي د لوديځ د نظامي خوزښت يوه پايله دا هم ده چى د اسلامي نړي زعامت او مشري د هغه منحرفى عقيدى خاوندانو ته وركړي , چي د اسلام له ابتدا نه تر نن مهاله د اسلام د بنيان ايښدونكو په هكله ناوړه تورونه څرگندوي , چى گواكي د دوي حقوق تر پښو لاندي شوي , لكه څنگه چى روښانه ده د دى منحرفى عقيدى اساسي كرښي د اسلام د دښمنانو له خوا ايښودل شوي دي , او لدي كرغيړنو او منحرفو كرښو څخه د شيعگانو عقيده جوړه شوي ده , په لومړي ځل لوديځ دا تگلاره په عراق كي چي د ايران گاونډى هيواد دي پلى كړه , له يرغل څخه وروسته يي دعراق سياسي واك شيعگانو ته وسپارلا , د لوديځ له دى حركت سره د عراق گاونډيو هيوادونو چي په اكثريت د دى هيوادونو كي شيعه اقليتونه شتون لري سخت غبرگون وښود , دا غبرگون او د لوديځ مادي مصلحتونه د دى لامل شول چى لوديځ خپل دا پلان چى په ديره چټكتيا پيل كړي و اوپه گړندى شكل په حركت كي شوي و يو څه سست او نرمش په كي راولي , د عراق سياسي پيښي او حوادث ټولي د دى تگلارى پخلي كوي , د عراق سياسي پريكړى د ايران په مصلحت تر سره كيږي , او اكثريت سياسي شخصيتونه ايران پروره شخصيتونه دي آن تر دى چى د ايرانيتوب شك هم پري كيږي . په ظاهري توگه خو د نړيوال سياست په هنداره كي داسي ليدل كيږي چى گواكي لوديځ د ايران د سر دښمن دي , خو كه په ځمكه باندي سياسي پيښي وڅيړل شي نو داسي ښكاري چي لوديځ ايران او په تيره شيعگان دي اسلامي نړي زعامت او مشري ته غوره كړي دي , په عراق كي د لوديځ د يرغل په وړاندي د شيعه ډلو چي په جگړيز وسايلو سمبال هم دي هيچ د مقاومت نښي نښانى نه ليدل كيږي , خو برعكس شيعگان د سني مقاومت په وړاندي خنډ دي او د دى مقاومت په وړاندي جگړيز غبرگون ښي . له عراقه وروسته د دى پلان دوهم پړاو په افغانستان كي د امريكا له يرغل څخه وروسته پيل شو , په افغانستان كي ټول هغه ټولنيز بنسټونه د ايران تر كلتوري يرغل لاندي واقع شول , ايران ته دا ضمينه چا برابره كړه چى په داسي قوت سره د افغانستان كلچر تر تهديد او گواښ لاندي وساتي ؟ او هغه ټولنيز بنسټونو كي بدلون راولي چي د افغانانو د هويت د ځانگړتيا ضامن دي , كه چيري لوديځ چى په افعانستان كي په ځواكيز توگه شتون لري او د افعانستان د سياسي موسسه په پريكړو كي خورا مهم رول لري په ريښتيا د ايران دښمني په سر كي پاللى نو ايران ته به يى دي دا راز پراخي مداخلي اجازه وركړى وى ؟ , نن په افغانستان كي د مطبوعاتو خورا مهمى موسسي د ايران له فكر سره هم نوا شخصيتونو له خوا اداره كيږي او د ايراني كلچر د نشرولو لپاره منظم پرگرامونه د افغانستان په جنگځپلى ټولنه كي وړاندي كوي , د پوهنى په كچه په افغانستان كه په لنډ مهال كي د يرى ستري او موثري تعليمي موسسه د ايران له خوا په پښوو ودرول شوي , چي كه څوك وغواړي اوكه نه په اوږده مهال كي به د افغانستان ټولنيز جوړښت ضرور زيامن كاندي , آيا دا پوښتنه پځاي نده چي د ا دومره لويه پانگه له دغو شخصيتونو سره له كومه شوه ؟ , آيا دومره لويه سرمايه چى د افغانستان له پوره دولت څخه ديره موثره او خدمتگاره وي په نا چاپه ډول راپيدا كيدل د گويږني وړ نده ؟ , چيرته چى د دي په نامه خيري خدمت موخه هم د افغانستان جنوبي سيمه وي , كه دا دوه موثر فيكتورونه ( پوهنه او مطبوعات ) را واخلو چي د ټولنه په جوړښت كي خورا د اهميت وړ دي نن په افغانستان كي د ايران د گمارل شويو اجنټانو په لاس دي چي د ايران د كلتور د خپرولو لپاره تر منظم پلان لاندي په كار اخته دي , آن تر دى چي ايران په بربنډه توگه د افعانستان د ټولنيز هويت د بدلون لپاره چاپ شوي مطبوعات افغانستان ته را ليږي , داسي اټكل كيږي كه چيرى دي دغه پلان شوي يرغل مخه ونه نيول شي نو د افغانستان ټولنيز ه ځانگيړتيا به پوره زيانمنه شي , چيرته چى په جنوبي سيمه كي د پوهنى اوزده كړى امكانات له وړاندي كمزوري دي او تعليمي بهير له تهديد او گواښ سره مخ دي , كيدي شي له حقيقت څخه ليري نوي كه ووايو چي ايران اولوديځ د اسلامي نړي او افغانستان د تولنو د بربادى لپاره د يوى سكى دوه مخه دي . سربيره په دى د ايران د استراتيژيك ملگري هند كلتوري تهديد هم د يادونه وړ دي چي افغاني ټولنه يي تر يرغل لاندى ده , هغه هندي درامى چى د افغانستان په ايران پلوه چنلونو كي ننداري ته ايښودل كيږي اغيزه يي په رو ښانه توگه په افغاني ټولنه كي ليدلي شواود موږد اصيل كلتورد زيانمن كيدو هڅه كوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "منډيګك ١٣ ځله يو پر بل باندي آبادي د پنځه زره كلن ژوندانه تاريخ", "output": "تل د ژبو څخه اوريدل كيږي او همدارنګه په مقالو كښي وايو چي افغانستان د پنځه زره كلن مدنيت او تاريخ درلودونكى دى . دغه خبرو تر تيرو څو كلو پوري تر ډيره حده پوري نرري اړخك درلود او پر نقلي اقوالو او يو څه برخه د اريائي سرودونو يا نيمه تاريخي يا نيمه افسانوي اسطورو او داستانونو باندي ولاړه وه مګر د تيرو پنځو شپږو كلو څخه راپه ديخوا زموږ دغه اتكا علمي جنبه پيدا كړه په يوه نقطه كښي د افغانستان په يوه غونډۍ چـي د(منډيګك) په نامه ياديږي داسي شواهد په لاس راغلي دي چي د پنځه زره كلن تاريخي مراتب او قبل التاريخ د افغانستان د اسېدونكو ګوښي په اثبات رسوي. منډيګك عبارت د يوې تپې څخه ده چي د جلګه څخه (31) متره لوړوالي لري او د كندهار په شمال غرب كښي د (50) كيلومتري په فاصله كښي د كشك نخود په علاقه كي او د شاه اغا غرو ته نژدې موقعيت لري . كه په يوه ډير پراخ چوكاټ كي يې راواخلو دغه غټه تپه د دغو دوو رودونو لكه هلمند او ارغنداب د منځ په حوزه كښي واقع ده او دغي تپې ته نژدې د كشك نخود رود يا مانده تيريږي چي يو سېلابي رودخانه ده او عموما دغه وچه وي او كله كله په باراني وختونو كي طغياني شي . د منډيګك د غونډۍ ننى موقعيت په يوه داسي منزوي منطقه كښي انسان په حيرت كش اچي مګر په قبل التاريخ دورو كي دغه حتما د قافلو د مسير پر سر لاري كي د دوو رودخانو قرار درلودى او په مجموعي توګه ټوله هغه كښتنۍ ساحه چي د دغو دوو غټو رودونو لكه هلمند او ارغنداب حوزه تشكيلوي په قبل التاريخ دورو كي په افغانستان كي يو د ژوند د مهمو مراكزو څخه شمېرل كېدل . د كيندنو د كارد شروع څخه بيا تر ختمېدو پوري چي څو ورځي مخكي د ( موسيو كوزال ) چي يو فرانسوى لرغون پوه او د قبل التاريخ آثارو متخصص دى د خوا څخه اعلام شول يوولس (11) ځلي لمنداره كيندني د منډيګك په غونډۍ كي تر سره شوي او (15) پوړه آبادۍ د مختلفو تاريخي دورو يو په بل پسې كشف سوي . د منډيګك د غونډۍ (31) متره لوړوالى په حقيقت كي د پنځلسو آباديو د راټولېدني صورت اخستى دى چي د (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد په دوران كښي يو پر بل آباد سوى دى نو په دې توګه (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد (13) پوړه آبادي يو پر بل باندي په مختلفو دورو كښي منځ ته راغلي دي او د (2000) كلو څخه راپديخوا دغه تپه متروكه پاته سوې ده او په بل عبارت سره د افغانستان د اسلامي تاريخ په ټولو ادوارو كي دغه تپه غير مسكوني پاته سوې ده او تر دې حده چي (600) كاله مخكښي تر اسلام ژوندانه خپله كډه ددغي تپې څخه ټوله كړې وه او ددغي تپې د آبادي دوام ټوله (3000) دري زره كاله مخكي تر ميلاد پوري اړه لري . د كندهار د منډيګك د ميلاد نه مخكي مدنيت ټوله د برونز (مفرغ) په دوره پوري اړه لري ځكه چي ددغي تپې په اخري اشغال يا نيوني كښي د ژوندانه او آبادي داسي شواهد د تپې د مخ څخه په لاس راغلي دي . دغه اثار د اوسپني د دورې د اثارو څخه يو ډير كوچنى او ناچيزه شيان دي چي لاس ته راغلي دي چي د ديوالو دابادۍ طرز پخسه يي دى بنا هغه خلګو چي په كراره كراره سره د منډيګك په تپه كښي ژوند كوى د هغو ټولو ژوند د اوسپني عصر څخه دمخه و او د منډيګك تپه علي العموم ددي تپې او منطقي د اوسيدونكو د تحول مراحل د مفرغ دوره معرفي كوي . د منډيګك د تپي د اشغال د اولي مرحلي څخه چي پوره (5000) پنځه زره كاله تيريږي ډير لمړني شواهد او اثار په لاس راغلي دي چي عبارت دي د ډبرينو بسيطي ادواتو او د حيواناتو د هډوكو څخه . د لمړني اشغال او د پنځلسم اشغال په مابين كښي د هلمند او ارغنداب د حوزو اوسيدونكو د ژوندانه د تحول مختلف پړاونه ترسره كړي دي لكه: خښته يې اختراع كړل او بيا يي لمر ته وچه كړل او د كورو په جوړولو كي چي ديوالونه به يي دخښتو څخه جوړول مشغوله شوي دي او په كراره او ترتيب سره د خاورينو لوښو خاوندان سوي دي او ددغو لوښو د خميره څرنګوالي او نوعيت كرار كرار فرق كړى او ښه كيدل تر دې حده چي نقشي او رنګ سوي لوښي چي د حيواناتو او مرغانو عكسونه (چي هغه مخصوص د هغو د ميلاد نه مخكي دورو وه اونن ورځ يې نسل د منځه تللى دى ) باندي رسم سوي وه منځ ته راغلل . د منډنګك په تپه كښي د ژوندانه مراتبو لمړى نيم زراعتي او نيم كوچي جنبه درلودل او وروسته هلته مسكوني او مستقر ژوند راښكاره شو او د پخسي په ذريعه سره آبادۍ شروع سولې او وروسته بيا خښته منځ ته راغله چي تر اتمي او نهمي مرحلې پوري يي دوام وكړ او همدارنګه تيكري او سفالي لوښي نور هم ښه سول او په اتمه او نهمه مرحله كښي د تپې اشغال و خپلو عالي مدارجو ته ورسيده او ددغو مرحلو لوښي د (كويټي بلوچستان) د ميلاد نه مخكي لوسو سره څه نا څه شباهت لري . فلزي شواهد (مس، مفرغ) د تپې د اشغال د شپږمي مرحلې وروسته په سترګو شوى دي او دهغې مشهوري كيمياوي تجزيې له مخي چي د (140) نمبر كاربن پر اصولو ولاړه ده او د امريكا په متحده ايالاتو كښي تر سره سوې ده د منډيګك د تپې ددغي مرحلې ژوند د ( 2625) مخكي تر ميلاد كلونو سره سر خوړلى دى .پسله دې چي د منډيګك د تيې د اتو مرحلو د عمراني موادو تراكم په كافي اندازه سره وو په حدود كي د (20) مترو د خپلي جلګه څخه لوړه سوې وه او يوه بله مجلله دوره و منځ ته راغلې ده چي عمراني شواهد يي د يو غټ عمارت په شكل سره چي غټي پايې لري او د خښتو څخه جوړ سوي دي نظر يې جلب كړى دي . ددغه شان عمارت وجود دمخكي تر ميلاد په دريمه زريزه كي د لرغون پوهانو د حيرت سبب ګرځېدلى دى .د منډيګك په تپه كي سربيره پر نقشي او خاورينو رنګ سوو لوښو چي د مرغانو او حيواناتو عكسونه به پر رسم سوي وه د حيواناتو كوچنۍ مجسمې او په خاصه توګه د ښځو هيكلونه هم كشف سوي دي چي د (الهه مادر) يا بغ بانو په عبادت او پرستش پوري مربوط دي . د يوې مجسمې په غاړه يو امېل يا ګلو بند دى چي په ځنځير كي دى او ددغي مجسمي دگ دوو سينو په منځ كي حريزي او نور زيورات تر سترګو كيږي . ددغو زيوراتو شته والى د دريمي زريزي په اواخرو او د څلورمي زريزي په شروع كښي د ارغنداب د سيمي د تاريخ نه مخكي مدني ژوندانه د پراخوالي مرتبې را په نښه كوي چي د افغانستان اوسېدونكي او د (موهنجوډيرو) د سند د حوزې اوسېدونكي يو شان د ژوندانه مرتبې د ميلاد نه مخكي په (5000) كلونو مخته پى كړى دى او امكان لري چي د منډيګك تپه د ژوندانه د ميلاد نه مخكي زاړه مراتب را ښكاره كړي . ليكوال: علي احمدكهــــــــــــــــزاد ژباړه: ضيا الرحمن رحمانــــــــي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسلامي هېوادونو كنفرانس د څه په لټه كې دى", "output": "د اسلامي هېوادونو كنفرانس په لومړي ځل په كال ۱۹۶۹ كې هغه مهال نطفه يې كېښودل شوه چې اسرايليانو په اقصه جومات بريد ترسره كړ. نو مسلمانو هېوادونو د دې لپاره چې همغږي وي دغه كنفرانس يې جوړ كړ. په لومړي سر كې د كنفرانس غړو هېوادونو شمېره ۲۰ ته رسېده خو د دغه كال (۱۹۶۹) تر پاېه يې شمېره څلورويشت هېوادونو ته ورسېده چې افغانستان، الجزاېر، چاډ، مصر، ګينه، اندونيزيا، ايران، اردن، كېت، لبنان، ليبېا، ماليزيا، مالي، موريټانيا، مراكش، ناجيريا، پاكستان، فلسطين، سعودي عرب، سينېګال، سودان، سوماليا، تانزانيا، تركيه او يمن په كې شامل وو. اوس مهال د دغه كنفرانس غړو هېوادونو شمېره اوه پنځوس ته رسيږي. د دغه كنفرانس دغړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لومړنى غونډه په كال ۱۹۷۰كې د سعودي عرب په جدې ښار كې ترسره شوه.په كال ۱۹۷۲ كې د كنفرانس په درېيمې غونډې كې د كنفرانس منشور تصويب شو او په كال ۱۹۷۴ كې د ملګرو ملتونو د منشو ر ۱۰۲ مادې سره سم دغه منشور د ملګرو ملتونو لخوا ومنل شو. له هغه ځاېه چې د اسلامي هېوادونو په سر كې سعودي عرب، مصر، تركيه او ايران هېوادونه ځاى لري، او په يو ډول سره دغه هېوادونه د اسلامي نړۍ استازيتوب كوي، له همدغه ځاېه دغه هېوادونه تر زياته د بهرنۍ نړۍ پر وړاندې د اسلامي هېوادونو كنفرانس پر پرېكړو اغېزه لري. خو دننه په اسلامي نړۍ كې چندان يو بل ته غوږ نه ږدي. د بېلګې په توګه كه فرضاً يو مهال سعودي عرب اسرائيل په رسميت وپېژني، نو ښايي زياتره اسلامي هېوادونه ورسره جوخت اسرائيل په رسميت وپېژني. خو كله چې د طالبانو اسلامي امارت د سعودي عرب، پاكستان او عربي متحدو اماراتو لخوا په رسميت پېژندل كېږي، خو په لسګونه نور اسلامي هېوادونه يې په رسميت نه پېژني. او يا كه له يوې خوا مثلاً د سعودي عرب د مفتيانو لخوا د اختر يا روژې اعلان كېږي، نو بيا پاكستان ورته غوږ نه ږدي او په خپل زړه اختر لمانځي. دا چې ولې د كنفرانس غړو هېوادونو په منځ كې همغږيتوب نشته او له همدې كبله د كنفرانس پرېكړې نه عملي كېږي، ښايي څو لاملونه ولري. تر ټولو دمخه په دغه سازمان كې د عرب او غېر عرب ستونزه راپورته كېږي. كه څه هم په ظاهره د اسلامي هېوادونو دولتونه دغه خپره رد كوي، خو موږ عملاً وينو چې د غېر عرب ايران او د خليج عربي هېوادونو تر منځ تل ستونزې او لانجې وي. تر دې چې ان سره له دې چې نړېوال د سيمې خليج ته فارس خليج وايي خو عربانو په دې وروستيو كې د عرب خليج نوم غوښتنه كړې ده. دويمه ستونزه له مذهبي پلوه راپورته كېږي. په دې برخه كې ستونزه يوازې تر ايران پورې نه پاتې كېږي، بلكې عراق او نورو هغه هېوادونو ته چې شيعه مذهب كه اكثريت نه دې خو چندان اقليت هم نه دې لكه پاكستان او داسې نورو هېوادونو ته رسيږي. كله خمېني وايي اسلام سرحد نه پېژني، د نورو اسلامي هېوادو چې زياتره يې سنيان وو، د غبرګون سره مخ شو. بله ستونزه، د اسلامي كنفرانس د غړو هېوادونو اړيكې د بهرنۍ نړۍ په ځانګړي توګه اروپايي هېوادونو او امريكا متحدو ايالتونو سره ده. د اسلامي كنفرانس غړي هېوادونه، هر يو يې د بهرنيانو سره هم له اقتصادي پلوه او هم سياسي او نظامي اړيكو له نظره جلا او ځانګړي روابط لري. كه له يوې خوا د ايران ولسمشر محمد احمدي نژاد د نړۍ له نقشې څخه د اسرائيلو د وركولو خبره كوي، له بلې خوا مصر او تركيه يې تر دغه حده خپل دښمن نه ګڼي او تل يې ولسمشران يو بل سره ويني، كه څه هم په دې وروستيو كې د تركيې لومړي وزير عبدالله ګل د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتانِياهو سره لفظي شخړه درلوده. كه له يوې خوا امريكا سوريه د شېطاني مثلث برخه ګڼي، له بلې خوا پاكستان سره په ملياردونه ډالرو مرسته كوي. په يادو شوو ستونزو كې ښايي تر ټولو عمده او مهمه يې د نړۍ او لويديځو هېوادونو سره د اسلامي كنفرانس غړو اقتصادي او سياسي-نظامي اړيكې دي. دغه شته ستونزو او توپيرونو سره سره، اسلامي هېوادونه تل په دې لټه كې دي چې د اروپايي اتحاديي په څېر په يوه اتحاد كې سره غونډ شي چې هم يې اقتصادي ګټې او هم يې سياسي خپلواكي، ارضي تماميت، نظامي ځواك خوندي وي. ځكه كه څه هم اسلامي هېوادونه لويديځ سره اړيكې لري، خو د دې شونتيا هر ان شته چې اسلامي هېوادونه هم د دين پر بنسټ هغوى سره ښكر په ښكر شي لكه اسرائيلو سره د چې ښكر په ښكر شول. او هم له اقتصادي پلوه اسلامي هېوادونه چې اكثريت يې په دريمې نړۍ كې شمېرل كېږي، چې خو تر څو چې د اقتصادي اړيكو دغه ډول تړاونه د اسلامي كنفرانس لخوا ټاكل شويو ارونو پر بنسټ ټينګې نشي، او هم د عرب او غېر عرب مساله حل نشي، نه ښايي چې دغه كنفرانس دې خپلې دغه موخې ته ورسيږي. افغانستان په تېرو درې لسيزو كې تل د خپلو ستونزو حل لپاره اسلامي كنفرانس ته مراجعه كړې ده. په دې برخه كې يوازې له ۲۰۰۱ راپدېخوا د اسلامي كنفرانس هېوادونو اغېزې د افغانستان پر بيا رغونه او سياسي ثبات نظر اچوو. سره له دې چې د اسلامي كنفرانس زياتره غړي هېوادونه بډاېه دي، خو د هغوى مرستې د افغانستان بيا رغولو په خاطر د اروپايي اتحاديې له مرستو څخه ډيرې لږې دي. يوازې جاپان يو وار بيا افغانستان سره د پينځه مليارد ډالر ټټر ډبولى دى. كه په افغانستان كې سياسي ثبات راوستو ته ځير شو، نو بيا هم لوېديځ او د نړۍ نورو هېوادونو لكه جاپان، چين، هند په پرتله، اسلامي هېوادونو په دغه برخه كې هم لږ كار كړى. كه وګورو نو د بن كنفرانس، د توكيو كنفرانس، د لندن كنفرانس، د برلين كنفرانس او د پاريس كنفرانس د افغانستان بيا رغونې او سياسي ثبات رامنځ ته كولو په خاطر ترسره كېږي، خو يوه ورځ هم د قاهرې كنفرانس يا د رياض او يا هم د دمشق كنفرانس ترسره نه شو. دا ټول ځكه چې په اسلامي كنفرانس غړو هېوادونو تر منځ همغږي نشته. له همدې كبله بايد افغانستان د خپل بيا رغونې او سياسي ثبات په اړه د اسلامي كنفرانس هېوادونو پر پرېكړو ډاډه نشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بريتانيا له ايران څخه د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې ده", "output": "د بريتانيا دولت له ايراني چارواکو سره د مخامخ خبرو اترو وړانديز وکړ. د بريتانيا د لومړي وزير ټوني بلېر دفتر د يوې بيانيې په خبرېدو سره ويلي چې دغه هېواد د امنيت د عالي شورا د مشر علي لاريجاني په ګډون د ايران له چارواکو سره ډېرې اړيکې ټينګې کړي دي او هيله من دى چې د دغه هېواد د ١٥ پوځيانو شخړه له دې لارې هواره شي.په لندن کې د ديپلوماتيکو سرچينو په وينا د ١٥ بريتانياي پوځيانو د آزادۍ لپاره لنډ ديپلوماتيک فعاليتونه په بهير کې و. تېره ورځ ټوني بلېر د خبرو اترو له لارې د ١٥ نيول شوو پوځيانو د مسلې د ملاتړ سره سره، خبردارى ورکړ په داسې حال کې چې دغه ترتيب لار پايلې ته ونه رسېږي، د هغه دولت د سخت دريځ غوره کولو ته چمتو دى. له همدې سره سم د ايران ځينو چارواکو د خبرو اترو له لارې د نيول شوو بريتانيايي پوځيانو د کړکېچ د هوارۍ په پرتله خوښي څرګنده کړه. ايران د مارچ په دېرويشتمه د بريتانيايي پوځيانو د نيونې لامل د ايران خاورې ته د هغوى د غير قانوني ورننوتل اعلام کړى دى، خو بريتانيايي چارواکي ټينګار کوي چې دغه پېښه د عراق د اوبو د پولې په دننه کې رامنځ ته شوې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سويل کي دايساف دري سرتيري وژل سوي دي", "output": "په افغانستان کي سوله ساتو ځواکونو خبر ورکړي چي د هيواد په سهيل کي يي دري سرتيري وژل سوي دي .د نوموړو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوي خبر پاڼه کي ويل سوي دي چي د دوي دوه سرتيري يي پرون په سويل کي دماين په يوه چاودنه کي وژل سوي دي او بل سرتيري يي چي مخکي ټپي سوي وو اوس يي دسختو ټپونو له کبله سا ورکړي ده د يادوني وړ ده چي تيره ورځ دکندهار دولايت په په ژيړۍ ولسوالي کي دبهرنيو ځواکونو پر سرتيرو د ماين چاودنه سوي وه چي په ترڅ کي يي مرګ ژوبله اړولي وه په کندهار کي دايساف مطبوعاتي دفتر چاودنه منلي وه او دخپلو سرتيرو ژوبل کيدل هم منلي وه خو دنورو جزياتو ورکولو څخه يي ډډه کړي وه .. بايد وويل شي چې په سوېل کې د ايساف په مشرۍ ډېرى امريکايي، کاناډايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په امريكا كې دكډوالۍ دقانون پرضد لاريون وشو", "output": "په امريكې كې سلګونو زروكسانو ددغه هيواد دكډوالۍ دقانون پرضدلاريون وكړدغه كسان چې داټكل له مخې شميره يي (دوو لكو) ته رسيدله د ددغه هيواد دكډوالۍ دقانون پرضد يي شعارونه وركول، او له حكومت څخه يي په دغه قانون كې له سره دبيا كتني غوښتنه كوله.لا� �يون كونكيو همدارنګه ، دهغو دولسو ميلونه كډوالو لپاره چې،په امريكا له قانوني اسنادوپرته ژوند كوي، دلا� �يرو حقوقو دوركړې غوښتونكي شول.ټاكل شوې چې،د امريكا دكډوالۍ دقانون پرضد دغه لاريون به نن دامريكې د(لاس انج� �س،شيكاكو اونيويارك)ښارونو سربيره په شلو نورو ښارونو كې هم په لاره واچول شي.دغه لاريون په امرېكاكې يو بې ساري لاريون بلل شوى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لوګر کي مرګ ژوبله رامنځته شوېده", "output": "شپر ملکي افغانان د وسلوالو ملیشو له خواه په ډزو وژل شوي دي د یادوني وړ ده چي د لوگر ولایت د ميرويس جلالزی - کابل شپر ملکي افغانان د وسلوالو ملیشو له خواه په ډزو وژل شوي دي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاندد ا پېښه د ښاغلي ستانکزي په ژبه د پلازمینه کابل نه 45 کیلومتره ليري د لوگر په خواه رامنځ ته شوې او دا هم نده جوته چي برید کونکي څوک او په کوم لوري یې له برید نه وروسته پښې سپکي کړي دي . د یادوني وړ ده چي د لوگر ولایت د افغانستان د نورو ولایتو په پرتله د ډیرو وژنو شاهد دی . د ورته خبر په اړه له کابل څخه د بېنوا همکار ښاغلی څاروان داسي ليکي : رحیم گل څاروان-کابل په لوگر کې د یوه راکټي برید په ترڅ کې شپږ تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شویدي دلو گر ولایت د واخجان په سیمه کې تیره شپه د یو ه راکټي برید په ترڅ کې شپږ ملکي وگړي مړه او درې تنه نور ټپیان شویدي . خبریالان وایي چې د برید کوونکو موخه په سیمه کې دامریکایی ځواکونو هغه کاروان وه چې د کابل لوگر په لویه لار تیریده خو د کورنیو چارو وزارت ویاند یوسف ستانکزی بیادغه برید په ملکي وگړو تروریستی برید گڼي. دغه راز په کابل کې دمیشتو ائتلافي ځواکونو مطبوعاتی دفتر د پیښې په اړه ناخبری وښوده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "گرمسیر کې ٦ مخالفین وژل شوي.", "output": "دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دهلمند دگرمسیر په ولسوالۍ دائتلافي ځواکونو دهوایي بمباریو په ټس کې تیره شپه ٦ وس� �وال مخالفین وژل شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امریکا د په جنګ سالارانو تکیه نه کوي ( د نتکۍ لیکنه)", "output": "د نتکۍ لیکنه په دې ورستیو کې داسي آوازې خپري شوې چې د امریکا نوی دولت غواړي یو ځل بیا په بدنامو افغان جنګ سالارانو تکیه وکړي او له هغوي څخه د نوي دولت په جوړښت کې کار واخلي. جنګ سالار چا ته ویل کیږي؟ (( هغه کس چې شکنجه، باج اخیستنه، جګړه، ډل وژنه، انسان تښتونه او قانون ماتول یې کار وي او هیڅ راز بشري حقونو او انساني کرامت ته درناوی ونه لري)). دغه جنګ سالاران چې له افغاني ټولني سره یې له کلونو کلونو را پدې خوا دښم ني کړي او لا هم زمونږ په ملیونونو تنه افغانان د همدې څيرو د کارکردګیو له امله هره ورځ کړیږي، نه شي کولای چې د افغانستان ستونزي هواري کړي. د افغان دولت په لوړو او کلیدي پوستونو د د غو جنګ سالارانو شتون د دې لامل شوی چې په تیرو اوو کلونو کې د ملت او حکومت ترمنځ وآټن زیات شو او د هرې ورځي په تیریدو پر حکومت د خلکو بي باورۍ فضا حاکمه شي. بدنام جنګ سالاران چې زمونږ پر افغانانو یې له هیڅ راز بدو کړنو ځان نه دی سپمولی نه شي کولای چې په افغانی ټولنه کې ومنل شي او پرې باور وشي. که چیرته تیرو دیرشو کلونو ته نظر واچوو نو د افغانستان په تاریخ کې د داسي اعمالو شاهدان یو چې هیڅ کله یې هم نه شو هیرولای او قلم یې په لیکلو عاجز دی. په بي وسه او بي ګناه ښځو ډلیز تیري، دکابل ښار چور تالان او ویجاړول او د ز� �ګونو انسانانو وژل او شکنجه کول هغه څه دي چې د هر جنګ سالار د نوم له اخیستلو سره سړي ته ور په یادیږي. د طالبانو حکومت که څه هم خپله ډیري نیمګړتیاوي لرلي خو تر زیاته بریده یې زمونږ هیوادوال د جنګ سالا� �ان له ویرې خلاص کړي ول او دغه جنګ سالاران ځیني د هیواد دننه پټ ول او ځيني نورو ملکونو ته فراري شوي ول. خو کله چې د حامد کرزي حکومت جوړ شو دغو جنګ سالارانو یو ځل بیا افغانستان ته مخه کړه او د خپلو اړیکو او شناخت پر بنا یې یو ځل بیا ځانونه کلیدي پوستونو ته ورسول. جنګ سالاران والیان شول، د پارلمان وکیلان شو� �، وزیران شول، د پولیسو او ریاستونو مشرتابه ته یی هم په ډیره اسانۍ سره لاره ومونده. دغه نوم بدي جنګ سالاران واک ته له رسیدو سره سم یو ځل بیا د خپلو پخوانیو کړنو په فکر کې شول او له جنسي تیریو، د ملي شتمنیو له لوټولو، وژنو او پاټک سالاریو څخه یې ډډه و نه کړه. دغو څیرو ځګه دغه بد فعلونه بیا ځلي پیل کړل چې هیڅ چا له هغوي څخه د هغو د پخوانیو کړنو په اړه پوښتنه و نه کړه او نه هم قانوني م جازات کړای شول. که چیرته ولسشمر حامد کرزي دغه څيرې مجازات کړي وای او یا یې لږ تر لږه هغوي ته په � �وړو حکومتي پوستو کې ځای نه وای ورکړی نو نن به نوموړی د دغو بدنامه جنګ سالارانو او ټوپک واکانو له لاسه � �ه دغې سترې اوسنۍ غمیزې سره نه مامخ کیده. کله چې طالبان مات شول د افغانانو یواځنۍ او عمده هیله دا وه چې دوي به ډیر ژر جنګ سالاران د محکمو د پنجرو تر شا وویني خو نه دا چې د هغوي دغه خوب پوره نه شو بلکه دغه څیرې یو ځل بیا د حکومت په لوړو پوستونو ولیدل شوې چې دغه کار د ډیرو افغانانو د نارضایتۍ او مایوسۍ لامل وګرځيد. نن چې د امریکې نوی دولت یو ځل بیا د بوش د ادارې دغه تیروتنه تکراروي او په جنګ سالارانو د سولې په راوستلو کې تکیه کوي باید په دې پوه شي چې د تیروتنو تکرار حماقت دی . بارک اوبهاما او د هغه ملګري باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې د جنګ سالارانو شتون نه د افغانانو او نه هم د نړیوالو او امریکې په ګټه دی. جنګ سالاران په افغاني ټولنه کې ځای نه لري، محبوبیت نه لري، د خلکو ترینه کرکه کیږي، خلګ ورته په غوصه دي او په ټوله کې د افغاني ټولني د مکروبونو په توګه یادیږي. زمونږ ټولنه به هغه وخت د پرمختګ او نیکمرغۍ پړاو ته ورسیږي چې هر څه په شفافیت او صراحت کې وشي او تنظیمي ګټي له ټولنیزو ګټو څ خه ځار شي. همدې اصل ته په کتو سره ښایي چې جنایت کاران او جنګی بدنامه جنګ سالاران محاکمه، او ټول افغانان خپلې هغه شکایت پاڼي محاکمو ته وسپاري چې د جنګي جنایت کارو په اړه یې لري. په فارسي ژبه کې یو متل دی چې وایې (( آزموده را آزمودن خطاست))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوريزه", "output": "سترګو کښې نري نري کاته کوي خدایه څنګ میده میده راتله کوي غم د ژوندانه راته دوه چنده کړي پټه شي او وخاندي دا څه کوي ؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "دجهاني په ليكه غمونه زړوم دخوشحالوسره درځمتڼاكي خپلوم له اُميدو سره درځم توږمه به له ځان څخه يادونه دسكوت خيالونه كښېنوم له خاطروسره درځم دشپې له ستوني وزي اوازونه ددېوانوښكلاوي تخنوم له ښاپيروسره درځم جانانه دفراق په زنكدن به يوخوشحالهخندابه مسته وم له پيغامو سره درځم نرۍ كرښي ښكلوم به احمدي دجهانيپرشونډويې تپم له اهنګوسره درځم ۲۳\\۹\\۲۰۰۹هلمند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ملګرو ملتونو له استازي څخه د فرانسې، امریکې او بریټانیې د سفیرانو ملاتړ", "output": "میرویس جلالزیمیرو په کابل کې د امریکې، فرانسې او بریټانیې هیواد سفیرانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي له نماینده کې ایډي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. کې ایډې په دې ورستیو کې د خپل مرستیال ګالبریت له خوا په انتخاباتو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي په پلوۍ تورن شوی وو او نوموړي تور لګولی وو چې ښاغلي ایډې د حامد کرزي په انتخاباتي درغلیو سترګي پټوي. په کابل کې د یادو شویو دریو هیوادونو استازو یوې خبرې غونډي ته د وینا پر مهال په داسي حال کې د ښاغلي ایډې د ماموریت ملاتړ وکړ چې په خپله ښاغلی ایډې هم په دغه خبري غونډه کې موجود وو. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ مشر یو ځل بیا په ځان باندي د خپل مرستیال له خوا لګیدلي تورونه رد کړل او هغه یې له ځان سره د خپل مرستیال له شخصي عقدې څخه زیږنده وبلل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صالح محمد ووژل شو", "output": "نا پيژاندو وسله والو نن سهار د خوست په اسماعيل خېلو و� �سوالۍ کې د ملي امنيت يو تن مستنطق وواژه . د اسماعيل خېلو ولسوال دولت خان قيومي وويل چې دغه پېښه نسهار په اوه بجو د ولسوالۍ د ارخېلو په سيمه کې رامنځته شوه . د ملي امنيت مستنطق ډګروال صالح محمد له خپل کور څخه ښار ته دندې ته روان و، چې نامعلومو وسلوالو موټرسايکل سپرو په ياده شوې سيمه کې پرې ډزې وکړې . د قيومي په وينا، په ډزو کې صالح ځاى پر ځاى ووژل شو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د علماوو منزلت او فضيلت", "output": "د عالم كلمه له علم ځخه جوړه شوي ده علم پوهني او خبرتيا ته وائي او عالم پوه او باخبره سړي ته وائي د مسلمانانو په ټولنه او اصطلاح كي عالم هغه چاته ْويل كيږي چي هغه د عامو خلګـو په نسبت له دين ځخه زيات خبروي او ديني ب� �پړصحيح معلومات او پوهنه ْولري او هم ئي ديني كتابونه لوستلي وي او دائي تخصص وي او عام مسلمانان د حلال او حرام د تپوس او پوښتنو لپاره هغوي ته مراجعه كوي دا نوع كسانو ته د پښتنو په ټ� �ولنه كي مولاناصاحب او يا ملا صاحب او يا مولوي صاحب ْويل كيږي دا طبقه خلـګ په سپينه جامه او سپينه پګړئ پي� �ـژندل كيږي او دوي ته سپـين پګړي هم وائي دا طبقه خلـګ هغه څـوك دي چي دوي ته په ديني كتابونو كي د اسلامي امت علماء كرام ويل كېږي دا طبقه خلـګ په هر دور كي د انبياْو عليهم السلام خلیفه ګان او د هغوی وارثان دي او د هغوي دنده سر ته رسوي چي عامو خلـګوته ددين رسول او په دين خبرول دی د دې طبقې احترام د هغوی اطاعت او خدمت په عامو مسلمانانو واجب دي د هغوي د هرقسم مشكلاتو په ختمولو كي له هغوی سره مرسته كول لوي اجر او ثواب لري له هغوي سره مينه او محبت فرض دي د هغوی توهين او هغوي ته په سپكه سترګه كـتل او له هغوي سره عداوت او بغض او دهغوي عدم اطاعت لويه او شديده ګـناه ده د هغوي دلازاري لوی جرم دی له هغوی سره ناسته ولاړه مينه او محبت د م ْومن لپاره د جنت د دخول سبب ګـرزي او بالعكس دهغوي دلآزاري او له هغوي سره بغض او عداوت د مسلمان لپاره په دنيا او اّخرت كي د ذلت او عذاب الهي موجب ګـرزي په مخت� �فوكتابونو كي ليكلي دي چي : قال الإمام الحافظ أبو القاسم بن عساكر رحمه الله اعلم يا أخي وفقنا الله وإياك لمرضاته وجعلنا ممن يغشاه ويتقيه حق تقاته أن لحوم العلماء مسمومة وعادة الله في هتك أستار منتقصيهم معلومة وأن من أطلق لسانه في العلماء بالثلب ابتلاه الله تعالى قبل موته بموت القلب فليحذر الذين يخالفون عن أمره أن تصيبهم فتنة أو يصيبهم عذاب أليم (التبيان في آداب حملة القرآن ) الامام حافظ بن عساكر(رح) فرمائي : د علماوْو غوښـي زهرجني دي چاچي د هغوی سپكاوی او بې عزتي و غوښتله د الله تعالى سزا د هغه لپاره معلومه ده کومه چي پع � �اندي آیت کي ذکرشوي ده اوڅوك چي ئې دهغوی عيبونه بيانوي او د هغوی نواقص پلټي الله تعالى به ئې تر مړیني له مخه د زړه په مرګ اخته كړي . الله تعالى فرمائي : فلیحذر الذین یخالفون عن امره ان تصیبهم فتنة او یصیبهم عذاب الیم . ْودوېرېږي هغه څوك چي د الله تعالى له حكم ځخه سر غړونه کوي چي په يو ستر ازمېيښت به اخته شي او يا به دردْوونكی عذاب ْورته ْورسېږي .. الحمد لله چي زمونر م سلمان پښتون قوم تر نن ورځي پوري ددي طبقي پوره احترام او خيال ساتلي دي خو د اسلام دښمنانو تل ددي كوشش كړی او کوي یې چي د پښتنو مسلمانانو له زړونو ځخه د علماوو مینه وباسي ، هغوی یې تر پام و� �بد کړي او ددي طبقي محوري اوقيادي رول له مينځه يوسي او د خپلو شومو اغراضو او فاسدو مقا صدو د په کار اچولو � �پاره هغوي په مختلفو تورونو متهم کړي اوكوي یې دا ځـكه چي دهغوي د مفاداتو او اهدافو د تطبيق په لاره كي يوازيني خنډ هم دغه علماء كرام دي صرف همدغه طبقه كولاي شي د هغوي د اهدافو د تحقق په لاره كي موانع ايجاد كړي بناء مونږ مسلمانانو ته په كار ده چي ددښمنانو د پروپاګند او تبليغ زير اثر رانشو او ه� �وخت په سياسي او اجتماعي شكل د هغوي تر څنګ ْودرېږو ددې په ځاي چي د بهرنيو دښمنانو اود كورني قوم پرستانو چي هغوی هم د نړیوال ښکېلاک آله كاردي په تبليغاتو ْو غولېږو بايد په هرشكل اوصورت چي وي خپلي ټولي هلي ځلي ددې طبقې مفاداتواو ګټو ته چي په حقيقت كي زمونږ ددين مفادات دي مخصوصي او ځانګړي كړو او نيت مو صرف د الله تعالى رضاوي كه د هغوی په افرادو كي د يوچا انفرادي نواقص وي او يا د هغوي په سياسي كړنلاره كي نيمګړتياوي وي هغوي هم انسانان دي او انسان په فطري توګه خطا كېږي او تيرْوځي خوپه اصلاحي شكل د خپلو مفيدو مشورو له لاري د هغوي د نواقصو د ختمولو كوشش ْوكړواو په هيڅ صورت د هغوي له مذهبي او سياسي ملګرتيا ځخه لاس وانخلو په دې كي زمونږ ددين سرلوړي ، د الله تعالى رضا او زمونږ اخروي كاميابي ده ، او دي ته هم بايد متوجه شو څوك چي ددې طبقې مخالفت كوي او هغوي په مختلفو تورونو توروي او له هغوي سره عداوت كوي غالبا بي دينه او د اسلام ددښمنانو ممثلين او پيروان دي كه څه هم په شكل او � �يافه مسلمانان او په خټه پښتانه او زمونږ او ستاسي خپلوان وي . زمونږ دې غوليدلو پښتنووروڼو ته هم دا توصيه ده چي د الله تعالى د رضا او د اسلام د سرلوړي لپاره خپل استعدادونه او هلي ځلي د ع� �ماوو د خيرو بهبود او د هغوي د هر اړخیز ملاتړ لپاره ځانګړي كړي اسلامي څيره تخلف او د ځان لپاره شرم او پيغور ْونه ګڼي او مخكي له دې چي د قيامت په ورځ ئي حشر له بي دينو او كفارو سره ْوشي دا يو څو ورځي ژوند د حق د پيروانو او دديانتدارو مخلصو مسلمانانو د ملګرتيا لپاره مخصوصي كړي ورنه بيا به لاس مروړي او وخت به ئي له لاسه وتلی وي ، دې خبري ته مو دلته ځکه ځاي وركړ چي زمونږ علماء کرام چي په حقیقت کي د انبیاؤ ممثلین او وارثان دي په م وجوده عصر کي د مختلفو توطیو ښکار کېږي او د اسلام ددښمنانو له خوا په قصدي توګه له ګواښونو سره ښکېل شوي دي ، خوزمونږ مسلمانانوپه دې هم یقین دی چي وروستی بری د حق د پیروانو په برخه دی ولو که یوڅه وخت زمونږ د آزمویني لپاره په برکي ونیسي او په الهي نصرت کي تأخیر راشي او که مونږ د هغوی مرستي ته ور ونه دانګو نو الله تعالی په خپله د هغوی مرسته کوي . الله تعالى فرمائي : إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء په ريښتيا سره د الله تعالی په بندګانو کي له هغه څخه یواځي هغه څوک وېرېږي چي هغوی په دین خبر علماء دي . يعني د الله تعالى په بندګانو كي چي څـوك له الله تعالى ځخه زيات وېرېږي هغه صرف هغه څوك دي چي هغوي عالمان او په دين خبر خلګ دي . (انما) د حصر او تخصيص( ایسارتیا) كلمه (توری) ده معنا داچي په حقيقي شكل د الله تعالى خوف اوويره یواځي په علماوْو كي منحصره (ایساره) ده . عن عمران بن حصين رضي الله عنه � �ال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوزن يوم القيامة مداد العلماء ودماء الشهداء، فيرجح مداد العلماء على دماء الشهداء . (الدرالمنثور عن الموهبي - ورواه الشيرازي عن أنس بن مالك وابن عبد البر عن أبي الدرداء و ابن الجوزي عن نعمان بن بشير وابن النجار عن بن عباس رضي الله تعالى عنهم) له عمران بن حصين رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د قيامت په ورځ به د علماوْو سياهي اود شهيدانو ويني ْوتللي شي د علماوْو د سياهي پله به درنه شي . یوه مسلمان شاعر ددې حدیث مفهوم په خپل شعر کي ډير ښه پېیلی دی وایې : يا طالبي علم النبي محمد .............................................. ما أنتمو وسواكم بسواء فمداد ما تجري به أقلامكم ...................................... أزكى وأرجح من دم الشهداء اې د ګران پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ددين غوښتونكيو تاسي او له تاسي ځخه ماسوا نور خلګ كله هم نشۍ براب� �كيدلای كومه سياهي چي ستاسي قلمونه پرې ليكل كوي د شهيدانو تر وينو پاكه ، درنه او وزن داره ده. عن ابن مسعود قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا أراد الله بعبد خيرا فقهه في الدين وألهمه رشده. (مسند ا� �بزارو مصنف بن أبي شيبة) له ابن مسعودرضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرماي� �:كله چي الله تعالى په يوه بنده د ښو لورونه اوهغه ته د خير اراده ْوكړي هغه ته په دين كي پوهنه وركړي او په زړه كي ئي په روغه لاره تګ ور واچوي . عن ثعلبة بن الحكم قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يقول الله تعالى للعلماء يوم القيامة إذا قعد على كرسيه ل� �ضاء عباده: إني لم أجعل علمي وحلمي فيكم إلا وأنا أريد أن أغفر لكم على ما كان فيكم ولا أبالي. (الاتحافات السنية في الاحاديث القدسية) له ثعلبه ابن الحكم رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :كله چي الله تعالى د قيامت په ورځ (كما يليق بجلال وجهه وعظيم سلطانه من غير تمثيل ولا تشبيه) په خپله كرسۍ د خپلو بندګانو د فيصلي لپاره كېني علماوْو ته به ْووائي : چي ما په تاسو كي خپل علم او بردباري صرف ددې لپاره ايښی وو چي زما اراده دا وه چي تاسوته هغه ګـناهونه در ْوبښم کوم چي په تاسي كي وْو او ماته داكار کوم ځور نه پېښوي . عن مكحول � �ال: سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن العالم والعابد فقال: فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم. (سنن الدارمي) له مكحول رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه د عابداو عالم په هكله پوښتنه ْو شوه: رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:عالم سړی په عبادت كوونكي شخص دومره برتري لري لكه زه چي ستاسو په ادنا شخص برتري لرم . عن أبي موسى قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يبعث الله العباد يوم القيامة ثم يميز العلماء، فيقول: يا معشر العلماء اني لم أضع فيكم علمي لأعذبكم، اذهبوا فقد غفرت لكم. (الطبراني) له ابي موسى رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :چي د قيامت په ورځ به الله تعالى بندګـان له قبرونو ځخه را پاڅوي او بيا به علماء ور ځخه بيل كړي او ورته ْوبه وائي: اې د علماْو ټولۍ ما په تاسو كي خپل علم ددې لپاره نه وْو اېښی چي تاسوته نن ورځ عذاب دركړم، ځۍ او په ريښتياسره ما تاسو بښـلي ياست . عن أبي أمامة رضي الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان لقمان قال لابنه: يا بني عليك بمجالس العلماء، واستمع كلام الحكماء، فإن الله يحي القلب الم يت بنور الحكمة كما تحيا الأرض الميتة بوابل المطر. (المعجم الكبير) له ابي امامه رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل : چي لقمان حكيم خپل زوي ته وْويل: اې زويكه د علماوْو د مجلسونو پابند اوسه او د پوهانو خبرو ته غوږ نيسه ځكه چي الله تعالى د پوهي په رڼا سره مړ شوي زړه داسي ژوندی كوي لكه مړه زمكه چي د تيز او ګڼ باران په او بو سره ژوندۍ كېږي . عن أبي سعيد رضي الله عنه قال: قال لقمان � �ابنه: لا يأكل طعامك إلا الأتقياء، وشاور في أمرك العلماء. (الدرالمنثور) له ابي سعيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی فرمائي : چي لقمان حكيم خپل زوي ته و فرمايل : خپله ډوډۍ په تقوادارو او ديندارو خلګـو خوره او په خپلو كارونوكي له علماوْو سره مشوره كوه . عن شهر بن حوشب (رح) قال بلغني ان لقمان الحكيم كان يقول لابنه يا بني لا تعلم العلم لتباهي به العلماء أو لتماري به السفهاء أو ترائي به في المجالس ولا تترك العلم زهدا فيه ورغبة في الجهالة يا بني اختر المجالس على عينك وإذا رأيت قوما يذكرون الله فاجلس معهم فإنك ان تكن عالما ينفعك علمك وان تكن جاهلا يعلموك ولعل الله ان يطلع عليهم برحمة فيصيبك بها معهم وإذا رأيت قوما لا يذكرون الله فلا تجلس معهم فإنك إن تكن عالما لا ينفعك علمك وان تكن جاهلا زادوك غيا أو عيا ولعل الله يطلع عليهم بعذاب فيصيبك معهم . (سنن الدارمي) له شهر بن حوشب ځخه روايت دي چي لقمان حكيم خپل زوی ته ويل: اې زويكه علم ددې لپاره مه زده كوه چي د علماوو په وړاندي ْورباندي فخر ْوكړې او له ناپوهانو سره پرې ْو جنګېږي او يا په مجلسونو كي ْورباندي ځان ښكاره كړې او علم دزهدپه وجه مه پ� �ېږده او د ناپوهي د شوق په خاطر علم ته مه شاكوه اې زويكه مجلسونوته ګوره او خوښـوه ئي كله چي داسي مجلس وويني چي الله تعالى په كي يادېږي وْرسره كينه كه ته عالم وي علم ته به د ګټـه وْرسوي اوكه ناخبره وي خبر به شي او كه په هغوي د الله تعالی يو رحمت نازل كېږي ته به هم ْورسره شامل ئي او چي كله داسي مجلس ْووينې چي د الله تعالى ياد په كي نه وي مه ْورسره كينه كه عالم وې نو له علم ځخه د ګټه نه دي اخيستي او كه ناپوه وي ناپوهي به د زياته كړي او كيداى شي چي الله تعالی هغوي ته يو عذاب ټاکلی وي او ته هم په كي ْورسره ګير شې . عن أبي الدرداء رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول إن العالم ليستغفر له من في السماوات ومن في الأرض والح يتان في جوف الماء وإن فضل العالم على العابد كفضل القمر ليلة البدر على سائر الكواكب وأن العلماء ورثة ال� �نبياء وأن الأنبياء لم يورثوا ديناراولادرهما إنماورثواالعلم فمن أخذ به أخذ بحظ وافر. (أبوداوود و الترمذي و بن ماجة) له ابو الدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه مي واوريدل چي مخلوقات ټـول كه په اسمانونو كي دي او كه په زمكه كي دي او د اوبو مخلوقات (يعني ماهيان په ټـولو انواعو سره) د عالم لپاره له الله تعالى ځخه مغفرت او بښنه غواړي ، او عالم سړی په عبادت كوْونكي شخص دومره ب� �تري لري لكه دڅـوارلسم د سپوږمۍ رڼا چي په ستوريو غالبه وي او علماء د انبياوْو وارثان دي او له انبياوْو ځخه په ميراث درهم او دينار نه دي پاته شوي بلكه علم په ميراث ځيني پاته ده چاچي دا ميراث خپل كړ نولويه ونډه ئي � �اس ته راوړه . عن أبي هريرة رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من جاء مسجدي هذا لم يأته � �لا لخير يتعلمه أو يعلمه فهو بمنزلة المجاهد في سبيل الله ومن جاءه لغير ذلك فهو بمنزلة الرجل ينظر إلى متاع غيره. (ابن ماجة) له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وف� �مايل: څوك چي زما دي مسجد ته په دې نيت راغي چي يا خو د خير خبره زده كړي او يا ئي چاته وْروْښیي د هغه رتبه د الله تعالى په لاره كي د مجاهد دي او څوك چي په بل غرض � �اغلو د هغه مثال داسي دی لكه يو څـوك چي پردي سامان ته ګـوري . عن معاذ بن أنس رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال من علم علما فله أجر من عمل به لا ينقص من أجر العامل. (ابن ماجة) له معاذ بن انس رضي الله تعالى عنه څخه � �وايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: څوك چي يو چا ته يو علم وْر زده كړي د هغه هم دومره اج� �وثواب دي لكه په هغه علم د عمل كوْونكي او د عمل كوْونكي له ثواب ځخه هيڅ نه كمېږي . عن عبد الله بن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم فقيه واحد أشد على الشيطان من ألف عابد. (الترمذي و بن ماجة) له عبد الله بن عباس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : شيطان ته يو په دين پوه عا� �م تر زرو عبادت كوْونكيو کسانوزيات سخت دي . ځكه چي عبادت كوْونکی شخص صرف ځان بــچ كولای شي اوعالم شخص نورخلګ هم د شيطان له پيروي راګـرزوي. د علم او علماْوو د فضيلت په هكله نورهم زيات احاديث او اثار راغلي دي . سعدي شيرازي رحمهُ الله تعالى فرمائي: يوسړي د يوه عابد پیر مريدوْو هغه ئي پريښود او ديوه عالم پیرځخه ئي لاس نيوی وكړ ماوْرته وْويل چي د عالم او عابد په مينځ كي څه فرق وْو چي هغه د پ� �يښود او داد خوښ كړ هغه راته وْويل چي دا خو خپل كڅو له موجونو ځخه بچ كوي او هغه خو لامبوزن دي خپل ځان هم بچ كولای شي اوپه ځان علاوه بل څوك هم له هلاكـته او ډوبېدلو ځخه خلاصوي . وقال الإمام أبو حنيفة رحمه الله إن لم يكن العلماء أولياء الله في ال� �رض فليس لله فيها ولي. (محاضرات الأدباء) امام ابو حنيفه رحمهُ الله تعالى فرم ائي كه علماء په زمكه كي د الله تعالى دوستان اواولياء نشي نو الله تعالى په زمكه كي بالكل ولي او دوست نل� �ي. كان الإمام أبو حنيفة رحمه الله إذا أخذته هزة الم سائل يقول أين الملوك من لذة ما نحن فيه لو فطنوا لقاتلونا عليه. (محاضرات الأدباء) امام ابوحنيفه رحمه الله تعالى چي به كله دمسائلو دبيانولو په وخت كي په جوش راغی ويل به ئي : چيرته دي بادشاهان كه دوی په هغو لذتونواو خوندونو خبرشي چي مونږ ئي دديني مسائلو له بيانولو ځخه اّخلو راسره پري جنګېدلي. به وای . بل داچي علم يوه داسي سرمايه ده چي كله هم نه ختمېږي او نه وركه كېږي او نه غلا كيږي اونه محافظ او چوكيدار ته ضرو� �ت لري او د مرګ تر ورځـي پوري چي څومره ځيني مصرف كوي هغومره زياتېږي.شاعر وائي : قد يجمعُ المرءُ مالاً ثم يسلبُه ..................................... عم ّا قليل فيلقى الذلّ والحرَبَا وجامعُ العلمِ مغبوطٌ به أبداً...................................... فلا يحاذرُ منه الفوتَ والطلبا كه يوڅـوك ډېره سرمايه سره يو ځائ كړي خو چي له لاسه ئي وْوزي بيرته له سپكي اواحتياج سره مخامخ شي او دعلم را ټـولوْونكي هميشه په خپله سرمايه خو� �اله وي نه ئي په وركه او نه ئي په تلاش كي وېرېږي . العلم ينهض بالخسيس إلى العلى ................................ والجهل يقعد بالفتى الم نسوبِ علم او پوهنه د ټ� �يټـي رتبې انسان لوړ مقام ته رسوي او جهالت او ناپوهي ښکلی ځوان له پښو اچوي اوپه ټيټـه رتبه كي ئي كينوي . يا طالب العلم نعم الشيء تجمعه ...................................... لا تعدلنَّ به دُراً ولا � �هبا العلم كنز وذخر لا نفاذ له ....................................... نعم القرين إذا ما عاقلا صحبا وجامع العلم مغبوط به أبداً ....................................... ولا يحا� �ر فيه الفوت والسَّلبا اې د علم غوښتونكي انسانه ډېره ښه سرمايه رايوځاي كوي قېمتي ډبري او سره زر مه وْرسره برابروه پوهنه يوه داسي خزانه ده چي نه ختمېږي علم ډېرښه ملګـری دی چي له يو هوښيار انسان سره يو ځای شي څوك چي علم راټـولوي هميشه وْرباندي خوشاله وي كله هم د هغه په ورك كيدلو او يا � �وټ كيدلو نه وېرېږي . بل شاعر وائي : يطيب العيش أن تلقى � �ديباً......................................... غذاه العلم والرأيُ المُصيب فيكشف عنك حيرة كل جهل ........................................ وفضل العلم يعرفه الأديب هغه ډيره د خوشالي شيبه وي چي كله ستاملاقات له يوداسي پوه انسان سره وْ شي چي غذا ئي علم او روغ فكروي دهري ناپوهي پريشاني درځخه لري كړي او دعلم په قدر عالم سړی پوهېږي . يوبل شاعر وائي: تعلم فليس المرء يولد عالما...................................... وليس أخو علم كمن هو جاه� � فإن كبير القوم لا علم عنده ...................................... صغير إذا التفت عليه المحافل علم او پوهنه زده كړه ځكه چي هيڅوك له موره عالم نه دي پيدا شوي اود علم لرونكي انسان او جاهل ترمينځ ډې� �لوي توپيردي ځكه چي داسي مو ډېر ليدلي دي چي ديوه قوم مشراو سپين ږيری به وي خو چي كله په علمي محفلونو كي � �اګير شي د يوه واړه ماشوم حيثيت به ئي وي . قال الامام الشافعي رحمه الله: شكوت إلى وكيع سوء حفظي ............................................. فأوصى لي إلى ترك المعاصي فإن العلم نور من إله ............................................... وفضل الله لا يعطى لعاص امام شافعي رحمة الله تعالى عليه فرمائي : چي وكيع ته مي د خپلي حافظې د كمزورتيا شكايت ْوكړ هغه راته ْوويل چي ګناهونه پرېږده ځكه چي علم يوه ډېوه او رڼاده او د الله تعالى نورګناهګار ته نه ْوركول كېږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مرغانو د والگي د ناروغۍ پر ضد نړيواله غونډه جوړه شوه", "output": "جلالزی = کابل د مرغانو د والگي د ناروغۍ د لمنځوړلو لپاره د مرسته کونکو هیوادو کنفرانس د چین په پلازمینه کښي پیل شو ویل شوی بډایه کدونکی هیوادونه به په دې کنفرانس کښي د هغو یو اعشاریه پنځه بلیونه ډالرو په سر خبري وکړي چه نړیوال بانک د دې ناروغۍ د کنټرول او لمنځوړلو لپاره اړین بللی و و . د نړیوال بانک یو مامور جی مادم وویل که دا پیسې برابري شي نو زمونږ ډیري هیلي به پوره شي . په دې دوه ورځنۍ غونډه کښي چه د 80 هیوادو د استازو په گډون نن سهار په پکین کښي پیل شوې گډون کونکي به د اړینو ډالرو د برابرولو پر سره سره تودې خبري وکړي . د روغتیا نړیوال سازمان تیره ورځ وویل چه یوه 13 کلنه پیغله په همدې ورځ د چرگانو په والگي له اخته کیدو وروسته مړه شوه . د نوموړي د کورنۍ دوه نور غړي هم په دې ویرس اخته پیژندل شوي . دې وژونکي ناروغۍ په ترکیه کښي هم څلور تنه وژلي او گڼو نور پرې اخته ښودل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "شعر نذیر احمد انګار فنلند شپه که تیاره ده خو مڼي دې په شمارستا هم جانانه نا کردې دي په شمارستا په ریښتیاوو باور څنګه وکړوستا د دروغو افسانې دي په شمارستا په خوږو جملو نن نه تیروزوستا د پرون ترخې قصې دي په شمارد تاریخ پاڼو کې په تورو کرښودرج شوي ستاسو کارنامې دي په شمارپه ماته ګوډه پښتو نه پاکیږيچې د زده کړي څو جملې دي په شمارد بي بي سي آرشیف که څوک وپوښتېپکې پرتې ستا مرکې دي په شمارنور د کوږ بار منزل ته نه رسیږيمونږ ته ښکاره ستا ارادې دي په شماروایې ړوند یو ځلي امسا ورکويمونږ لره شوي تجربې دي په شمارستا له لومړي نه تر دوهم سقاوهمونږ ته را یادې خاطرې دي په شمارزما د پښتو ټبر نه لري ګرځهستا په لمن تورې لکې دي په شمارد میرویس خان ګریوان نه سر مه باسهمونږ ته معلومې ستا فتنې دي په شمارته د افغان له خټې نه شي کیدایتا کې د بل بابا ریښې دي په شمار بیا خپور شوی شعر د جلالزي په خوښه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چاپان خپل ځواکونه له عراق نه باسي .", "output": "د کيودو خبري رسنۍ د چاپان د يو لوړ پوړي دولتي چارواکي له خولې خبر ورکړى چې جاپان نيت لري په څو راتلونکو مياشتو کې خپل ځواکونه له عراق څخه وباسي .ددفاع وزارت يو چارواکي کيګو کى يانا ګيساوا ويلي : په کال ٢٠٠٦ کې له عراق څخه د چاپاني ځواکونو وتل يوه ستره پېښه ده او په هرډول چې وي ، جاپاني ځواکونه به په راتلونکو څو مياشتو کې له دغه هېواد څخه ووزي .دم ګړۍ جاپان ٦٠٠ عسکر په عراق کې لري چې د عراق په جنوب کې په بشري کارونو او دسماوه ښار په بيارغاونه بوخت دي . له کال ١٩٤٥ څخه دا لومړى ځل دى چې جاپاني ځواکونه د خپل هېواد څخه بهر په دنده ګمارل کيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داټغرولسوالۍامنيه قومندان اوزوى يې ووژل سول", "output": "دزابل دوالي وياندګلاب شاه علي خيل خبريالانوته وويل چي نن له غرمې وروسته داټغرولسوالۍامنيه قومندان اودهغه زوى دراكټ په هغه ګولۍووژل سول اودرې تنه ساتونكي يې ژوبل سول چي ددوى له يوملګري څخه وچاودېده ،خوطالبان بياپه دې چاودنه كي دشپږوتنودولتي عسكرودله منځه تلوخبره كوي . ديوه بل خبرله مخي دزابل اوښارصفادلويي لاري دساتني مسؤل ګل محمدخان په ښارصفا ولسوالۍكي ديوې جګړې په ترڅ كي دطالبانوله لوري دخپل يوه موټردبيولوخبره كړې ده خودطالبانووياندقاري يوسف اح مدي بياپه دې سېمه كي ديوه كمين په ترڅ كي ددرې عرادې موټرودله منځه تللوترڅنګ ديوې عرادې موټردنيولويادونه هم كړېده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان د رسنيو په ډګر كې يو نوى ګام او نوې بريا", "output": "سپوږمۍ راډيو په لڼدو څپو په كابل كې خپلې خپرونې پيل كړې .دغه راډيو د ايف ام په ۱۰۲،۲ څپو سره سياسي ، كلتوري ،ټولنيزۍ او ادبي خپرونې په غوره توګه وړاندې كوي .د سپوږمۍ د خپرونو لويه برخه به تازه خبرونه وي چې هر نيم ساعت وروسته به په ژوندۍ بڼه وړاندې كيږي .سياسي بحثونه ، ګردي ميزونه او له كارپوهانو سره په روانو حالاتو مركې به د اوريدونكو تنده ماتوي .سپوږمۍ د معلوماتو ، روزنې او تفريح غوره سرچينه آدرس: سپوږمۍ ایف ام راډیو د غازي ليسې شا ته دويمه كوڅه ۱۰۲ كور www.spogmaifm.com ويب پاڼه spogmairadio@gmail.com بريښناليك تليفون : 0700989696- 0786001177"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د انترنيوز دفتر د قهر جن لاريون تر بريد لاندی راغی", "output": "د ملی شورا ودانی ته په لاره کی پروت د انترنيوز دفتر د قهر جنو لاريون کونکو تر بريد لاندی راغی لاريون کونکو چی کاڼی او لرګی يی ورسره ليږدول د امريکا او افغان دولت پر ضد يی په شعارو لاس پوری کړی وو او د انترنيوز دفتر په دروازی يی ګزارونه وکړل چی د سر ځيان يی ندرلود.لاريون کونکی چی له دی دفتر نه څو متره د ملی شورا په لور ور روان شول په لاره کی يی پروت د آريانا ټلويزيون تعمير تر بريد لاندی را وست چی د ودانی مخی ته يی ولاړ ځينی موټر هم وسوځول .لا� �يون د کابل په وخت ٤ بجی د پارلمان د ودانی مخی ته د چټک غبرګون د تولګی د سرتيرو چی د نړيو ال سوله ساتی ځواک سرتيری هم ورسره مله وو په مد اخلی پای ته ورسيد .د کابل ښار امنيتی ټول ځواکونه د تيارسی په حال کی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ستا دا شوخو سترگو مي آرام را څخه يو وړميني دي له واره ننگ او نام را څخه يو وړ كله چي داخل دا ستا د حسن په حرم شومعقل، صبر، فكر يې تمام را څخه يو وړ عقل صبر فكر كه يې يو وړ باك يې نشتهروح مي يې له تنه په بل گام را څخه يو وړ نه كوم فرياد كه هر څه و كاندې اشنا زمازُهد او تقوا يې په بل جام را څخه يو وړ سپين مخ، تورو ورځو او شنه خال ته چي نظر كړمسپين جومات، منبر هم يې امام را څخه يو وړ زړه زما يې زخمي كړ د بڼو په كښو غشوبل خوا تو� �و سترگو خوږ كلام را څخه يو وړ كړى خليل صبر د اشنا په بې رحمۍ دىمال دولت، خوښي، غم يې تمام را څخه يو وړ خلیل الله تاج وردک کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند:دوه طالبان وژل شوي", "output": "دهلمند ولايت د باباجي په سيمه كي تيره شپه د پوليسو په يوه كمين كي دوه تنه وسلوال طالبان ووژل شول . دغه خپره د هلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل :چي تيره شپه ناوخته پوليسو كمين نيولي وو چي د كمين په ترڅ كي يي دوه تنه وسلوال طالبان ووژل � �ول او وسلي يي هم پوليسو په ځانه سره وړي دي. امنيه قوماندان وويل چي پوليسو ته كوم زيان نه دي اوښتي . وس� �والو طالبانو لا تردامهاله پوري څه نه دي ويلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبې سرپنا ماشوم کتاب چاپ شو", "output": "دغه کتاب چې د فرانسې د معاصر مشهور ليکوال لوک� �ينر يو اثر دى په دې وروستيو کې د اکبروردگ له خوا په پښتوژبه ژباړل شوى او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له لارې چاپ شوى دى. ليکونکي په دې داستان کې د يوه ماشوم ژوند تصوير کړى دى چې په څرنگه بيوزلى سره له روزگار سره مبارزه او مقاومت کوي.د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سلاکارنجيب الله منلي په هغو مراسمو کې چې ددغه کتاب د چاپولو په مقصد د استقلال په ليسه کې پرځاى شوى وً وويل چې دغه وزارت د مطالعي د فرهنگ د رواجولو او د ف� �انسوي ليکوال او څيړونکو له آثارو او تحقيقاتو څخه د استفادې په خاطر په کابل کې د فرانسې له سفارت او ددغه هېواد له فرهنگي مرکز سره يو موافقه ليک لاسليک کړى چې د هغه له مخې د فرانسې د نامتو ليکوالو ښه آثار په پښتو د� �ي او ازبکي ژبو و ژپاړل شي او د مطالعې د مينه والو په واک کې ورکړل شي چې دغه پروگرام د بي سرپناه ماشوم د کتاب په ژباړنې او چاپولو سره پيل شوى دى . د يادونې وړ ده چې ددغه کتاب دري ژباړه به په نيږدي راتلونکي کې بشپړ ه او چاپ شي منلي زياته کړه د بې سرپناه ماشوم کتاب ديوزرو پنځه سوه ټوکه په تيراژ چاپ � �وى چې يوه اندازه يې د پوهنې وزارت اوکتابتونونو ته په وړيا توگه ورکول کيږي اوکابو پنځه سوه ټوکه به يې په کمه بيه بازار ته وړاندې شي .ده وويل داپه هېواد کې د آثارو د ژباړنې لومړنى منظم پ� �وگرام دى که څه هم لومړنى گام دى خو هيله لرو چې په زيات کوښښ سره په لسگونو ټوکه ارزښتناک فرانسوي آثار په کابل کې د فرانسې سفارت په همکارۍ او ددغه هېواد د فرهنگي مرکز په مالي مرسته و ژباړل شي .د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت سلاکار د ښي ژباړې په خاطر د افغاني ژباړونکي اکبر وردگ قدرداني وکړه .په دې غونډه کې د فرانسې د فرهنگي مرکزمدير ګا بربل بوتي په افغاني ژبو د فرانسوي آثارو ژباړه په افغانستان کې د معلوماتي پوهاوي او تحقيقي بډاينې په لاره کې مهم گام وباله او په دې برخه کې يې د لازياتو همکاريو ژمنه و کړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کلتور وزارت مطبوعاتي اعلاميه", "output": "د هرات له ولايت څخه د راغليو رپوټونو له مخې له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې د هغه ولايت د تاريخي زيارتونو او قبرونو د ډبرو د غلا کېدلو شپږ واقعې ثبت او راجستر شوې دي. دغه ډبرې اکثراً په تيموري دورې پورې اړه لري او داسې ښکارې چې دغه نوې پېښې د يو منظم پلان له مخې تر سره کېږي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې په خپلو ټولو امکاناتو د هېواد د لرغونو ساحو او تاريخي آبدو د ساتنې په ب� �خه کې د امنيتي اورګانونو په مرسته او ګډون نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او همدا اوس يې هم د مقبرو او زيارتونو د ډبرو د ژغورلو له پاره ځينې اقدامات کړي دي دا وروستی تحول د تشويش وړ بولي.د هېواد دلرغونو ساحو، تاريخي � �بدو، فرهنګي شتمنيو او مقدسو ځايونو ساتل د افغانستان د حکومت او خلکو ګډه ملي وجيبه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له يوې خوا بيا د امنيتي مقاماتو پام دې ستونزې ته را اړوي او له بل لوري له ګرانو هېوادوالو څخه په کلکه هيله کوي چې د ملي نواميسو او فرهنګي شتمنيو په ساتنه کې له موږ سره بېدرېغه مرسته وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار: د پوليو پر ضد د واکسين کمپاين پيل سو", "output": "په کندهار ، هلمند او ارزګان ولايتونو کي نن د کندهار ولايت دعامي روغتيا درياست له خوا دفلج د خطرناکي ناروغۍ په وړاندي د واکسين کمپاين پيل سو . د کندهار ولايت دعامي روغتيا ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا رسنيو ته وويل چي ياد کمپاين د ديادو سوو دريو ولايتونو په ديارلسو ولسواليو چي پنځه يي په کندهار ، پنځه يي په هلمند او دري يي په ارزګان ولايت کي دي په ځانګړي ډول پيل سو ځکه جي په يادو سيمو کي د فلج دناروغۍ پيښي پر زياتيدو دي او ويره سته چي نوري دفلج پيښي به هم پيدا سي . دپخلا په خبره چي نوموړي کمپاين دري ورځني دي او په ترڅ کي به يي د کندهار ، هلمند او ارزګان ولايتونو ٦٢٠٠٠٠ تنه هغه ماشومان چي عمرونه يي تر پنځو کلنو کم وي واکسين کړل سي . دپخلا په خبره چي د په يادو سيمو کي د فلج د ناروغى دزياتوالي لوي علتونه د خلکو نه پوهاوي ، ناامني او د دوي درضاکارانو بي غوري ده . دده په خبره چي اوس مهال په کندهار کي د پوليو دوولس پيښي ثبت سوي دي چي څلور يي يوازي د کندهار ښار په نهمه ناحيه لويه وياله کي دي کندهار والي توريالي ويسا له نوموړو ولايتونو د ټولو اوسيدونکو څخه غوښتنه وکړه چي د فلج دناروغۍ دورکيدو په برخه کي د دوي سره مرسته وکړي او دخپلو اولادونو ژوند د کړاوونو او ناخوالو څخه وژغوري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "استاده! ښه يې له دې بدمرغه ولس نه لاړې!!", "output": "رحمت الله وزیر- کابل پرون مې ناڅاپه په غوږونو کې د يوه استاد دمرګ غږ ازانګې وکړې، يو داسې استاد،چې د ملت او ولس په وير کې يې ويښته سپين کړل، هم مسلم ان و، هم پښتون او هېوادپال، يو داسې استاد،چې په سياست کې يې د ملت او ټولنې روڼاوی لټاوه، هغه مهربان استاد،چې په زرګونو شاګردان يې وروزل،يو داسې استاد، چې ښيګړې يې خورا ډېرې خو د بدګړو څرک يې يوازې په دې کې لګيد،چې د هېواد په ځانګړي ډول د لويې پکتيا لپاره يې خدمت کاوه، همدې خدمت او رښتينولۍ يې اخر سر هم وخوړ. دا ملت به کله هم خپل خاين او خدمتګار ونه پېژني، هغه،چې د ددين، ولس او هېواد لپاره خپل تور ويښتان سپينوي هغه د خاينانو په تله کې تلل کيږي، خو هغوی ،چې رښتيا خاينان دي، په نومونو او لقبونو نمانځل کيږي. دا هغه بدمرغه قوم دۍ، چې خوشال بابا پرې ژړلي وو، هغه بدمرغه او بد نصيبه قوم دی، چې تراوسه يې خپل سرلار او مشر ونه موند، هغوی چې د مشرۍ او پښتون ټبر بيرغ په لاس کې واخست له مرګ او وير پرته يې پښتون ټبر ته څه ورکړل، هغوی، چې د پښتون او اسلام په نوم سياست وکړ، دغه بدمرغه قوم ته يې څه ورکړل؟ مرګ ،وير، ترټنه او.... ابله ورځ مو د احمدشاه مسعود د نمانځنې مراسم وليدل، ددغسې مشر نمانځنه بايد همدغسې وشي، هغه ددې لايق دی، چې نمانځنه يې وشي، ځکه هغه خپل ټول عمر د خپل قوم په خدمت کې تېر کړ، د خپل قوم او مليت لپاره وجنګېد، اخر د خپل ملت لپاره يې مرګ هم قبول کړ. موږ بايد هيڅ نيوکه پرې ونه کړو، هغه خپل ملت ته کار وکړ، خو راشئ زموږ مشرانو ته! حکمتيار څه وکړل؟ سياف څه وکړل؟ مشر ملاصېب څه وکړل؟ د پښتون لپاره يې له مرګ او وير پرته څه پرځای پرېښول؟ هيڅ ،نه يې اسلام ته څه پرېښول، نه پښتو ته ، دواړه يې د ب� �بادۍ کندې ته ټيل وهل. مبارزه هرځای کيږي، هرځای د ايډيولوژيو لپاره هلې ځلې کيږي، خو داسې نه لکه زموږ طالب يې چې پرمخ بيايي. طالب د پښتون کورته اور اچوي، پښتون وژني، د پښتون بچي ښوونځی سوځوي او د پښتون قوم علمي سټې � �ه منځه وړي، نوره څه لاسته راوړنه لري، تاسې وواياست طالب له مرګ او وير پرته پښتون ته څه ورکړيدي، که خپله هم مري پښتون پرې ژړيږي، که بل هم وژني پښتون پرې ژاړي، د جګړې دواړو اړخونو ته زموږ خويندې ميندې بورې ورارې کيږي، دواړو خواوو ته زما ورور او زما پلار وژل کيږي، اخر موږ خدای د همدې جګړې او مرګ او د يو بل وينې تويولو ته پيدا کړي يو؟ تاسې وواياست، ډاکټرحنيف دې ووايي،ملامطمين دې ووايي،ايا تڼيوال په دغسې مرګ ارزېده؟ ايا هغه ددې وړ و، چې په دومره ناځوانۍ ووژل شي؟ کله هم نه، ملت او خدای به کله هم دهغه قاتلان ونه بښي، هغوی د رڼا ډېوه ووژ� �ه، هغوی يو استاد وواژه، يو مهربانه او سپين ږيری استاد، يو داسې استاد چې خپل ټول عمر يې د خپل قوم او ملت په خدمت کې تېر کړ؛ هغه استاد،چې د جهاد پر مهال به يې له چين نه د خپل ولس لپاره د څارويو نوی نسل راوړ، چې دا ولس � �مه ولري، عايد ولري، اقتصاد يې غښتلی شي او نور چا ته په لاسنيوي او سوال اړ نه شي، خو نن د همغې سيمې يو ناخلفه او( نمک حرام) خپل خدمتګار ته څه تحفه ورکړه، ګومان به کوي، جنت ته به ځي، خو زه قسم کوم،چې جنت به په سترګو هم ونه ويني، ددغسې نامردو او نمک حرامو ځای دوزخ دی او دوزخ به په خلاصو مټو ددوی هرکلی کوي. ګران شهيد استاد ته لاس په دوعا شئ، هغه د ولس لپاره قرباني ورکړې ده، ولس يې بايد اروا خوشاله وساتي، پکتياوال يې بايد د ملي او علمي سټې په توګه نمانځنه هېره نه کړي، هغه د لويې پکتيا قومونه متحد ساتل غوښتل، پکتياوال دې د هغه دغه هيله او ارمان پرځای کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسیمینار خبرتیا", "output": "دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه ټولو ف� �هنګيانو او فرهنګپالو ته خبر ورکوي چې دروان کال دکب په څلورويشتمه دفولکلور په وياړ يوورځني سيمينار او دوت� �يو ليکوالو او شاعرانو حبيب الله رفيع،پروفيسور سيال کاکړ،ډاکتر اسرار او رحمت شاه سايل په دوه ورځنيو نم انځغونډو کې دبرخې اخيستنې لپاره خپل بلنليکونه په کابل کې داطلاعاتو او کلتور وزارت مخې ته دشريف زوى رودوال � �ه درملتون نه ترلاسه او دراتلو په صورت کې دقلم ټولنې مشر حاجي محمدحسن حسام،بازمحمد عابد او بيت الرحمان � �ودوال سره اړيکې ونيسي.او يا هم دزياتو معلوماتو لپاره په)٠٧٠٠٦٠٠٥٦٦( شميره او ma100shinwari@gmail.comاړيکه ونيسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسمعیل خان:مجاهدینو ته په حکومت کي وڼده لږده", "output": "دافغانستان داوبواوبریښناوزیروایې حکومت کي دمجاهدینوونډه لږاودنړیواله ټولني په حضوراوکړنه یې نیوکه کړي دا او په دې کله شنونکي اوخلک څه وایی زموږ همکار دشرفیار نور راپور راکوي اسمعیل خان دافغانستان داوبواوبریښناوزیرپه داسي حال کي چه دهرات رباطسنګي اوکشککهنه اولسوالیوکي یې دبریشنادوه بیلابیلي پروژې تربشپړیدووروسته پرانستلې مناسبتي غونډه ته یې په خبروکي دکرزی په مشرتابه حکومت کي دمجاهدینوونډه کمزوری وبلله زیاته یې کړه دملک اوسنۍ کړکیچن حال یواځي دمجاهدینوپه مرسته ختمیدلی شي.((که چیری کارونوکي مجاهدینوته ونډه اوصلاحیت ورکړل شي هیوادکي به داروانه جګړه ختمه شي)).ده دنړیواله ټولني په کړیوکارونوهم نیوکه وکړه ویویل بهرني مرستندویه ملکونه دلته دخلکواوحکومت دصلاپرته کارونه کوي.اسمعیل خان چه دهرات پخوانی والي دی دلته یې لاهم یوه ډله خلک دام یرصاحب په نوم سره بولي ځکه یې نودمجلس ګډونوالوپه تکبیرویلوسره دخبروهرکلی وکړ. مګرهغه یوشمیرخلک چه لوستي یاملي ګټوسره بلدیت لري داډول ویناوي دهیوادپه ګټه نه بلکي برخلاف جنجال خیزه بولي یوقومي مشرچه دنوم له څرګندولوسره علاقه نلري په ټیلفون پرکرښه راته وویل داډول خلک داولس پوروړي دبشردحقونوناقیضین اودمح کمې وړدي.دافغانستان دسیاسي چارو یو کارپوه دبېنوا ویب پاڼي د دې پوښتني په جواب کي چي دکورنۍ جګړې اصلي � �وبغاړي سیاف او اسمعیل غوندي کسان ولي په حکومت کي دونډي غوښتني کوي ؟ وویل : ښکاره خبره ده چي هغه مجاهدین چي دنړیوالو جنګي جنایتونو او کورنۍ جګړې په جرمونو ککړ دي له دې لیاري ځان نړیوالو ته ملي ښکاره کول دي زه نه پوهیږم ددولت ټول لوړ پوستونو د همدوې په لاس کي دي خوبیا هم دمجاهدینو دلازیاتي ونډي نارې وهي . که موږ وګورو اسمعیل خپله د دولت یو وزیر دی . داوبوابریښناوزیرپه داسی حال کی داخبری کوی چه دافغانستان حکومت مخا� �فوطالبانوته دسولي وړاندیزکړی اونتایجوته یې خلک هیله من دي مګرپه داډول ویناو یوشمیردنظرخاوندان وایي ملت ته ګټه نه بلکې دسولي نازک بهیرټکنی کولی شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چاودني ١٧ تنو ته مرګ ژوبله واړول", "output": "احمد لودين په هلمند کي چارواکي وايي چي په دي ولايت کي يوي چاودني ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده د هلمند د نادعلي ولسوال حاجي حبيب الله ويلي چې چاودنه د هغو چاودېدونکيو توکيو له امله رامنځته سوه، چې په ياده سوې ولسوالۍ کې د لښکرګاه په تمځاى کې د ملي اردو د موټر په خوا کې په يوه بايسکل کې ځاى پر ځاى سوي وو. ولسوال وويل ، چې چاودنه پرون غرمه رامنځته سوي ده چې له امله يې يو ماشوم او دوه نارينه ووژل سول او د ملي اردو يو سرتېري ټپي او يو موټر زيانمن سوى دى . نوموړي وويل، چې په چاودنه کې يو شمېر نور کسان ټپيان سوي، چې د لښکرګاه روغتون او په ګرشک ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو مرکز ته لېږدول سوي دي . د لښکرګاه روغتون د عاجل څانګې يو ډاکټر وايي، چې د چاودنې له امله ٨ تنه ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې ښه دى . هغه زياته کړه، چې سيمه ييزو چارواکيو ورته ويلي دي، چې ددې چاودنې له امله ٦ تنه نور ټپيان يې هم دې روغتون ته ولېږدول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هرات والي له طالبانو سره د مذاکرې لاره غوره وبلله", "output": "دهرات والي سید حسین انوري هم دافغانستان دنورو ګڼو دولتي مامورینوپه څیروسله واله طالبانوسره دروغي جوړي بهیرسره خپل غږملګری کړ. دغه لوړپوړی افغان ماموروایی دافغانستان روانه لانجه پرته له خبرو پوځي لاري دحل امکان نه لري. دهرات والی سیدحسین انوری دجمعی په ورځ خپل استوګنځی ګی خبریالانوته وویل دافغانستان دمرکزی اداری له خواوسله واله طالبانوسره دروغی جوړی له بهیرسره ملګری اودهغه په وینادافغانستان اوسنی کړکیچ دجګړی له لاری نه حل کیږی.دهرات والی ددولتی دندی ترڅنګ دحرکت اسلام په نوم دیوه سیاسی ګوندمشری هم په غاړه لری چه لوی نفوس یی داهل تشیوع په ډله کی څرګند دی اودطالبانودحکومت په مهال شمالی ټلواله کی دمقاومت له پیژندل شویوڅهرونه شم یرل کیږی . دغه سړی په داسی حال کی وسله واله طالبانوته دروغی جوړی غیږپرانیزی چه هرات کی هم یوشمیرخلک په دولت دامنیت دنشتوالی له کبله نیوکی اواعتراضونه کوی مګردهرات والی په همدغه خبری غونډه کی طا� �بانونه مننه وکړه چه دهرات موجوده لانجوکی چه ده مغرض اشخاص وبلل هیڅ ډول دګډوډی اشتراک ونه کړ. «دهرات و� �وستیومظاهرواوناامنیو لړکی زه دطالبانوډلی نه مننه کوم چه دخالت یی ونکړ له موقع نه یی دځان په ګټه استفادی سره چاودنی ونه کړی دکانونوته یی اورونه لګاوه لکه څنګه چه یوشمیرعقده منوکسانوکوم ناځوانه عملونه په داو� �وستیوکی وکړه. له طالبانوسره دسولی خبره تازه مګر داډول څرګندونی چه دعوامواحساساتونه سوی استفاده نه کوی هغه هم دیوه لوړرتبه جهادی مامورپه ژبه اوله خبره ګڼلی شوچه نتیجه کی دغه جنګ ځپلی ملک کی خلک سولی ته هی� �ه من کړی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوينې سرطان ناروغۍ پیژندنه ،درملنه اومخنیوی", "output": "(طبي لکچرنوټ : دویمه برخه ) لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ)دجرمني هیواد، نېټه : ١ /٥/٢٠٠٨ د وينې سرطان مولټيپل میولوما (Multiple myeloma) احتمالي لاملونه : تعریف (Definition) : مولټيپل میولوما دبدن معافيتي سیستم ( immune system) اويا په بله ژبه دوینې پلازما حجروسرطاني نا� �وغۍ (Plasma cell myeloma) ته ویل کیږي . په ١- شکل کې دیوه جوړاوسالم نورمال سړي په بدن کې دمعافيتي سیستم اړوندو پلازما حجرودتولیدکړنلاره ښوول شوې ده. ١-شکل ١- شکل : دپلازما حجرې Plasma cell لکه دوینې نوروحج� �وپه ډول د هډوکوپه ماغزوکې دسټم حجرو (Stem cell ) څخه منځ ته راځي چې هغوی بیا په خپل وارسره انتي باډي (Antibodies) توليدوي . دمعافيتي سیستم سټم حجرې کولای شي چې په بي لومفوسایت (B- lymphocytes), باندې واوړي اوبیا د� �ومف غدو lymph nodes ته وبهیږي ، هلته پخې شي او پلازما حجرې ورڅخه جوړې شي . دبدن م عافيتي سیستم ( immune system) روغوپلازما حجرودنده :پلازما حجرې دوينې معافيتي سیستم بنسټیزحجرو(Stem cell) دوی� �توب (Mitosis)په پایله کې دبي لمفوسایت (B- lymphocytes) څخه منځ ته راځي . بنسټيزحجرې هغه حجرې دي چې دځانګړې دندې په تړاولا نه وي ویشل شوې . پلازما حجرې د بدن معافيتي سیستم یوه ډیر اړینه برخه جوړوي چې دمایکروبونو(Microbes) ، باکتریاو (Bacteria) ، اونورومایکرواورګانېزموپر وړاندې ځانګړي اغېزمن پروتېين یانې انتي باډي (Antibodies) لکه ایم ونوګلوبولین Immunoglobulin جوړوي . په ٢-شکل کې د ایمونوګلوبولین بنسټيزجوړښت شوول شوی دی .دنوموړې ناروغۍ ک� �ینیکې نښې داسې پیل کیږي چې یوخوا دهډوکوپه ماغزوکې د معافيتي سیستم پلازما حجرو تولیدداړتیا څخه ډیرترسره کیږي او دکنترول څخه وځي اوبلخوادپلازما تولید شوې حجرې نیمګړي ایمونوګلوبولين Immunoglobulin � �که (IgG, IgA, IgM IgD, or IgE) اویا بینس جون پروتېين Bence-Jones protein تولیدکوي چې دوه سپکې ازادې ټوټې يې د کاپا κ او لامدا λ په نامه سره ياديږي . دمولټيپل میولوما په ناروغانوکې دنورو ایمونوګ� �وبولين په پرتله دګاما ایمونوګلوبولين IgG په لوړه کچه دبېلګې په توګه لکه شپیته په سلوکې 60% نیمګړی وي . څرنګه چې نوموړي پروتېین (Paraprotein) نیمګړې بڼه لري نوله دې کبله دبدن دمعافيتي سیستم دنده په بشپړه توګه نه � �ي ترسره کولای . پايله يې داده چې دمولټيپل میولوما ناروغان دباکټریو، مایکروبونو او وايرسونوپروړاندې پوره مقاومت نه لري اوډېرزر په انتاني ناروغیواخته کیږي . ٢-شکل ٢- شکل : دایمونوګلوبولين Immunoglobulin بنسټيز جوړښت ښوول شوی دی چې ددوو،اوږدو درندوځنځیرونو (Heay chains) اودوو لنډوسپکوځنځیرونو(Light chains) څخه جوړدی .ایمونوګلوبولین په پینځوستروټولګیوویشل شوي دي لکه ایمونوګلوبولین ګاما (Ig γ) ، ایمونوګلوبولین الفا (Ig α) ایمونوګلوبولین میو(Ig μ)، ایمونوګلوبولین ایپسیلون (Ig ε ) ، ایمونوګلوبولین دېلتا(Ig δ) اوهریويې ځانته ځانګړې دنده ترسره کوي . دپلازماحجرې دنوموړوپینځوډلوڅخه یوډول ایم ونوګلوبولین جوړوي . په وینه کې دنوموړو ایمونوګلوبولینو کچه دیوه بل نه توپير لري . دبیلګې په توګه تر ټو� �وپه لوړه کچه يې ایمونوګلوبولین ګاما (Ig γ) ، اوبیا په خپل وارسره ایمونوګلوبولین الفا (Ig α) اوبیاایمونوګلوبولین میو(Ig μ) تشکیلوي. دمعافيتي سیستم ( immune system) سرطاني پلازما حج� �وپیداکیدل :په نورمال توګه دپلازما حجرې د بي لومفوسایت (B- lymphocytes), څخه دلومف په غدو lymph nodes کې منځ ته راځي اود معافيتي سیستم په صفت بدن دناروغیوپروړاندې خوندي ساتي . په ٣-شکل کې دسرطاني پلازما حجرودپیداکیدلوکړنلاره ښوول شوې ده چې د بي لومفوسایت یوازې یوې حجرې څخه پیداکیږي . دیوې روغې جوړې بي لومفوسایت بدلون په یوې ناروغې پلازماحجرې باندې یوه ډیره اوږده اوڅوپړاويزه کړنلاره ده چې په پایله کې جېنېتیک سرطاني ناروغی باندې اوړی. داپه دې مانا چې سرطاني پلازماحجرې خپل ویشتوب په بې شماره اوبې کنتروله توګه مخ پروړاندې بیايي اوپه لوړه کچه سرطاني نیمګړی ګڼ شمیر پلازما حجرې تولیدکوي . نوموړې حجرې ددې پرځای چې بدن دناروغیوپروړاندې وساتې برعکس داسې زهرجن پروتیین تولیدکوي چې دبدن روغې ح جرې دمنځه وړي . � �-شکل ٣-شکل : د دمولټيپل میولوماپه ناروغۍ کې د بي لومفوسایت (B- lymphocytes), حجرې دیوه جېنېتیک نیمګړتیا له کبله بې شماره پلازما سرطاني حجرې (myeloma cells). تولیدوي . نوموړې حجرې دنورمال ایم ونوګلوبولين پرځای ، په لوړه کچه نیمګړي اویو ډول single type ایمونوګلوبولين جوړوي ،چې دبدن لپاره هیڅ ګټه نه رسوي . دغه نیمګړي ایمونوګلوبولين پروتېین چې دناروغ په وینه اومیتیازوکې پېژندل کیږي د مونوکلونال (Monoclonal proteine) اویا پاراپروتېین (Paraprotein)په نامه سره یادیږي . دبیلګې په توګه دپلازما سرطاني حجرې دایمونوګلوبولين دوو لنډوسپکوځنځیرونو کاپا κ او لام دا λ پروتېین جوړوي چې د بینس جون پروتېين Bence-Jones protein په نامه سره یاديږي . که چیرته نوموړي پروتېین د دناروغ په وینه اومیتیازوکې وپېژندل شي نو دمولټيپل میولوناروغې دپيژندنې یووتلی ثبوت ښکارندوی ګڼل کيږي . که څه هم تر نن ورځې پورې دمولټيپل میولوما ناروغۍ دپیداکیدلو اصلي لاملونه بشپړ نه دي څرګند شوي خوځینې ډاډمن اېپيدېمولوژي احصائيوي اوعلمي څېړنې په ډاګه کوي چې لاندې شکمن اودخطرنه ډک فکټورونه (Risk factors) دنوموړې ناروغۍ سره تړاولري .• لومړی : جېنېتیک موتېشن : تجربووښودله چې دمولټيپل میولوما ناروغانو پلازما حجر ودیارلسم کروموزم کې بدلون (م وتېشنMutation ) لیدل کيږی . دبیلګې په توګه لکه ددووکروموزوترمنځ دیوې برخې راکړه ورکړه چې دترانسلوکیشن (Translocation) یانې ځايزبدلون په نامه سره یاديږي . بلخواداهم په ډاګه شوې ده چې که نوموړې نیمګړتیا دجنسي حج� �وپه ډي این اې (DNA) کې شتون هم ولري ،خواولادونوته يې سره له هغې هم ناروغي نه لیږدول کیږي � � دویم : دایونایزوونکووړانګوناوړه اغېزې : هغه چاپېریال چې په رادیواکتیو موادوککړوي اوایونایزوونکې هستوی وړانګې لکه الفاوړانګې (α-Radiation)، بېتاوړانګې( β-Radiation) اوګاماوړانګې(γ-Radiation) خپروي په ډیر احتمال سره کولای شي چې دبدن په حجروکې موتیشن منځ ته راولي . نوموړې پيښه هغه مهال منځ ته راتلای شي کله چې دهستوي بټۍ پاتې شونې(Atomic waste) لکه خوارشوی یورانیوم اویا هستوي ازموینې په کړنلاره کې رادیواکتیو مواد په چاپیریال کې خواره واره شي . پایله يې داده چې نوموړې وړانګې دمولټيپل میولوما ناروغۍ دمنځ ته راتلوپه اړوند دخطر یوډيرلوی لامل ګڼل کیږي . دبیلګې په ډول داسپینه شوې ده چې په زرګونو هغه کسان چې د جاپان ناکازاکي اوهیروشیماښارونوکې داتوم بم اچولوڅخه وروسته ژوندي پاتې شول او داتوم بم وړانګې و� �ته رسېدلې وې ، دمولټيپل میولوما په ناروغۍ اخته اوبیا ورسته مړه شول . دپام وړ: اتومي یاهستوي پاتې شونې (Nuclear waste) هغورادیواکتيوايزوټوپوته ويل کيږي چې په صنعتي هراړخیزو برخو لکه دیورانیوم کان دډبروڅ خه دطبیعي یورانیوم ترټولودرانده فلز بیلول ، په طبیعي یورانیوم کې دچاودیدونکي یورانیوم دوه سوه پينځه دیرش (U-235) سليزې برخې بډای کول ، په هستوي بټۍ (Nuclear power plant) کې دسوځیدل شووهستوي چاودیدونکوسونګ موادو(Spent nuclear fuel) ،اودطبابت په څانګه کې دناروغیو دپيژندلواودرملنې په پایله کې منځ ته راځي . * الفاوړانګې –Rays) α ( : په یوه رادیواکتیوتجزیه کې داتوم هستې څخه دهېلیوم اتوم (He-4) هسته خپریږي چې دوه نیوترونونه اودوه پ� �وتونونه لري . دهېليوم اتوم هستې ته دالفا وړانګې ویل کیږي .* بېتا وړانګې (β-Rays) : په یوه � �ادیواکتیوتجزیه کې دهستې څخه یوالکترون خپريږي . په دغه کړنلاره کې دهستې یونیوترون په الکترون اوپروتون اوړی . دهستې څخه شيندل شووالکترونو ته بیتا وړانګې ویل کیږي چې دسرعت طیق يې دصفرنه دنورترسرعت (300 000km/s) پورې � �سيږي . • ګاما وړانګې (γ- Rays) : کله چې یوه هسته خپله زیاتۍ انرژي دالفا ذرې اویا بیتا وړانګود خپ� �ولوپه ډول د لاسه ورکړي اوورپسې دتحریک په حالت کې پريوځي، نوپاتې شوې زیاتۍ برخه انرژي دګاما وړانګوپه ډول خپروي . ګاما وړانګې الکترومقناطیسي وړانګې دي چې دنورپه سرعت خوځيږي . دګاما په تجزیه کې داتوم هستې کتلې نمب� �(Mass number) اودپروتونوشیراویا په بله ژبه اتومي نمبر په خپل حال پاتې کیږي خوهسته دهیجاني حالت نه دانرژي يوه ټيټ ثابت حالت ته را لويږي .• دریم : کیمیاوي ،بیالوژيکې وسلې اوذهرجن مواد : لکه پېستې ځید(Pesrizide) او دي اوکسین (Dioxine) .، بېنځول Benzol ، پیترول ، سېنف (senf) اوسارین Sarin کیمیاوي غازونه اونور• څلورم : په هغه چاکې چې دبدن معافيتي سیستم ( Autoimmun defect) يې دزیږیدلوسره سم نیمګړی وي او په ځینو ناروغۍ اخته وي . لکه Rheumatoiden Arthritis • پینځم : هغه څوک چې پخوا دمایکروبونو ، باکټریاو ،م ایکرواورګانیزمو اووایرسونو له کبله ناروغ شوی او معافيتي سیستم يې کمزوری شوی وی ، په ډيراحتمال سره کیدای شي چې دمولټيپل میولوماپه ناروغۍ اخته شي . دبېلګې په توګه هغه څوک چې د Human immunodeficiency virus په وایرس ناروغ شوي وی دنوروخلکوپه پرتله شپږځله ډیرددې خطرسره مخامخ دي چې دمولټيپل میولوما په نارغۍ اخته شي .� � شپږم : اېپشټاین بار وایرس Epstein-Barr-Virus او Herpes Virus 8 هغه دواړه وايرسونه دي چې دنوموړې ناروغۍ دپیداکید� �وسره تړاولري .• اووم : ځینې کیماوي مواد اوطبیعي مینرالونه لکه اسبیست Asbest ، دويښتان رنګو� �ومواد، کیمیاوي رنګونه ، فلزاتوته جلاورکوونکي مواداونور دمولټيپل میولوما نارغۍ دخطرکچه لوړوي .� � اتم : دبدن وزن ډېرښت هغه اړین فکټور دی چې دمولټيپل میولوما نارغۍ دخطرکچه لوړوي .• نهم : سګرېت څکول دسرطان ناروغۍ سره سم سیخ تړاولري ، هغه څوک چې ډیر سګریت څکوي دبدن معافيتي سیستم يې کم زوری کیږي ، بلخواپه سګرتوکې داسې توکي شته دي چې دسرطان ناروغۍ راپاروي .دپام وړ : دم� �ټيپل میولوما ناروغۍ څخه دساتنې په موخه ډیراړین ده چې په ورځني ژوندکې ډير ماهیان، ترکاری اوويټامین سي وخوړل شي . (ددویمې برخې پای ) په درنښت پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ) اخذلیک: .1 http://en.wikipedia.org/wiki/Multiple_myeloma.2 http://myeloma.org/ http://www.myelomaonline.org.uk.3 .4 http://www.myeloma-euronet.org/ .http://www2.i-med.ac.at/radiologie/Lehrbuch_Radiologie/Skelet .5 http://www.multiplemyeloma.org/ .6http://www.krebshilfe.de/blaue- ratgeber.html.7"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوه نور برتانوي سرتیري ووژل سول", "output": "په افغانستان کي مېشت برتانوي ځواکونه خبر ورکوي چي په سویل کي يې دوه نور سرتیري وژل سويدي ، د تر لاسه سویو خبرونو له مخی دغه دوه تنه په هلمند ولایت کي د پړانګ د منګول په نوم د برتانویانو په پیل سویو عملیاتو کي وژل سویدي د ب� �تانوي ځواکونو ویاند نیک ریچرډسن وايي چي لمړی سرتیری پرون مازیګر مهال هغه وخت ووژل سو کله چی یې د سپ� �لۍ زغره وال ګاډی پر یو ښخ سوي ماین وخوت او دوهم سرتیری تیره ورځ په یوه جګړه کي د سپکو وسلو پر مرمیو لګیدلی چي لمړی ژوبل و خو وروسته یی ساه ورکړه دغه دوه سرتیري پداسی حال کي وژل کیږي نن چي د پنځو هغو سرتیرو جسدونه چي پدې وروستیو کي په افغانستان وژل سوی ول برتانیا ته انتقال سول د دوو برتانیوي سرتیرو د وژل کیدلو خبر پداسي حال کي تر لاسه کیږي چي تیر مازیګر په ختیځ کي هم یوه بهرني سرتیري د م ړیني او دریو نورو د ژوبلیدلو خبر ورکول سو د دغو دوو سرتیرو په وژل کیدلو سره په تیره اونۍ د برتانیایی وژل سویو عسکرو شمیر نهو ته ورسید"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جورج ډبليو بوش له مسلمانانو بښنه غوښتي ده", "output": "عراقي چارواکي واېې د امریکا جمهور � �ئیس جورج بش په عراق کې د امريکاېې سرتيرو د يوې ډلی هغه کړنی نه بښنه غوښتی چی سپيڅلي قران عظيم الشان ته ېې بې احترامي کړې وه. ويل کيږي يو امريکايې سرتيری د پوځي تمرين پر مهال قران عظيم الشان په ډزو ويشتی .په هغه اعلاميه کې چی د صدر اعظم نوري ال مالکي د دفتر له خوا خپره شوه، ویل شوي چې ښاغلی بوش ددوشنبې په روځ ناوختی د ښاغلي مالکي سره په تیلفون کی وغږید او ددې پیښې په خاطر یې معذرت وغوښت. نن په بله اعلامیه کی چی د بوش ددفتر له خوا خپره شوه ویل شوی چی دا عسکر به محاکمه شي. ښاغلی مالکي جمهور رئیس بش ته وویل چی دا کار په عراق کې د خلکو د قهر او غضب سبب شوی دی.په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرگې هم د يو 5 فقره ېې بيان په خپرو� �و د دې کار غندنه کړي او قانون ته ېې د دې سرتيري د حواله کولو مطالبه کړي ده .د ثنا مجلس قهرجنو غړو پ� �ون په دې کار د امريکا پر ضد شعارونه ورکړل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سپټمبر د 11مې دپېښې په اړه د قرآن شريف وړاندوينه", "output": "كابل+واشنګټن: د امريكا د متحدو ايالتونو د سوداګريزو اسمانڅكو ودانيو د نړېدو مسالې ته كلونه مخكې قرآن كريم نغوته كړېده. د قرآن كريم د التوبه سورت ۱۰۹ ايت ددغې پېښې ګواهي وركوي.په دغه سورت كې نړېدلې دوه ودانۍ د (جورف هار) په نوم راغلې دي او د ودانيو د پوړيو شمېر هم ۱۰۹ ته رسېده، چې د سورت د ايت له شمېرې سره سمون خوري. د سپتمبر پېښه د۲۰۰۱ كال د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه رامنځ ته شوه، سپمټمبر د عيسوي كال نهمه مياشت ده، چې د عدد او توريو له مخې د سورت جز ۱۱ او شماره یې ۹ ده ،د سورت ټول توري ۲۰۰۱ دي. اوس به د التوبه سورت ژباړه وګورو: اَفَمَنْ اََسَس بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوى ِمنَ اْلله و ِرضْوَاٍن خَيٌر ام مَنْ اَسَسْ بُنْيَانَهُ عَلَى شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فانهَارَ ِبهِ فِىْ نَارِ جَهَنَمَ ط وَاْللَهُ لاَ يَهْدِىْ القَومَ الظلِمِيْنْ۱۰۹ لاَ يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَذِىُ بَنَوْارِيبةً فِىْ قُلُوْبِهِمْ اِلاَ اَنْ تَقَطَعُ قُلُوبُهُمْ ط وَاللهُ عَلِيْمٌ حَكِيْم ع ۱۱۰ايت ژباړه: ايا هغه،چې خپله ودانۍ يې د خداى په پرهېزګارۍ او رضا ودانه كړېده غوره دى او كه هغه،چې ودانۍ يې د څاه پر غاړه جوړه ده،چې را نړيږي. چې ناڅاپه د دوزخ په اور كې لوېږي او خداى ظالمانو ته لارښوونه نه كوي. ۱۰۹ او كومه ودانۍ يې.چې جوړه كړېده،تل يې د زړونو د ډار او وېرې لامل ګرځېدلې ترهغې چې زړونه يې ټوټې ټوټې شي او خداى ج پوه او حكيم دى. د دغو ودانيو د ړنګېدو په اړه د امريكايانو وېره او ډار د هاليووډ له وروستيو فلمونو په ډاګه برېښي. علما او مفسرين كولاى شي د ايت شريف په ژباړه او تفسير كې ښه سپړنه وكړي. ددغه ايت شريف پرتلنه او څيړنه په امريكا كې يوه مسلمان زلمي كړېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پنجشنبې ورځ په ټول افغانستان کې د اختر ورځ ده .", "output": "افغانان د کوچنى اختر نيکمرغه او بختورې ورځې ته په داسې حال کې تيارى نيسىچې وروستيو جګړو ،بمى چاودنو او ترهګري بريدونو يو څه انديښمن کړى دى . دا ډول ناکرارى په وروستيو ورځو کې د هېواد په يو شمير سيمو کې ډيرې تر سترګو شوى دى . که څه هم دولت خلکو ته ډاد ورکړى دى چې د اختر په ورځو کې يې د پام وړ امنيتې تدابير تر لاس لاندې نيولى دى ،خو هېوادوال ددولت پر داډول ژمنو باندې بې باوري څرګندوى او ډير شمير افغانان په دې عقيده دې چې پوليس ، ځينې دولتې چارواکي او زاړه جګړه مارن چې ددولت تر سيورې او قانونيت لاندې ژوند کوى په داډول ناوړو پېښو کې ښکيل دى . له بل پلوه ډير شمير افغانان دبې وزلئ او بې کورئ په سختو شرايطو کې ژوند کوې او ډير کډوال د شنه اسمان لاندې چې هيڅ ډول سرپټونى نه لرى خپلې شپې او ورځې تيره وې ، نو دهغوى به څه اختر وى ؟ نه به يې ماشومان نوې جامې لري او نه به يې د اختر دورځې په دسترخوان د خوړلو څه وى ؟ نه به يې د خويندو اوميندو لاسو په نکريزو رنګ وى ؟ دوى به بيا هم دا اختر په زړو جامو کې تيره وې . افغانان وروستيو بهرنيو تيريو ،جګړو ،وچکاليو ، بې کوريو اومهاجرتونو ډير سخت ځپلي دى او له سختو اقتصادى ستونزو او کړاونو سره يې مخامخ کړې دى چې تر ډيره ځايه پورې يې ددوى غيرت ،ميړانه ،دسترخوان او ميلمه پالنه يې تر سوال لاندې راوستلې ده ، له دغوستوزو سره –سره بيا هم افغانان د سبا ورځې لپاره خوشالى کوي له خپلو خپلوانو او دوستانو څخه په قرض د اختر ددسترخوان د ډکيدو لپاره په بازارونوکې خواړه ،سابه او ميوې رانيسى . په همداسې حالت کې د کابل ښار او دافغانستان نور بازارونه د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه ډک دى اوله ديرش ورځو روژى څخه وروسته هغې ورځې ته سترګې په لار دې چې په کال کې يې مسلمانان دوه ځلې لمانځى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چین: د اسیا – اروپا اقتصادي سرمشریزه پیل شوه", "output": "نن د جمعې په ورځ د چین په پلازمینه بيجن کې د اسیا – اروپا اقتصادي سرمشریزه پیل شوه .په دې غونډه کې د یادو شویو لویو وچود د 43 ملکونو استازي گډون لري .د کوربه هیواد لومړي وزیر وین جیا باو وویل چې نړیوال مالي کړ کیچ په ډیري چټکۍ پر نړیوال مالي نظام منفی اثرات شیندلي چی باید ېې په گډه سره مخه ونیول شي .دا غونډه چې په اړه ېې نور جزیات نه دي ورکړل شوي په هرو دوو کلونو کی یو ځل جوړیږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دژباړې فن درفيع الله ستانکزي اثر ته کتنه", "output": "که تاريخ ته وکتل شي نو مهاجرتونو ،لويو سوبو او ورسره ژباړو د مدنيتونو په وده کې ډېر لوی لاس لرلی او دليل يې هم له دې لارو د مدنيتونو تر منځ د تجربو ، افکارو او پوهنو راکړه ورکړه ده . د نړۍ ډېر لوی مدنيتونه د مهاجرتونو يا لويو سوبو په پايله کې رامنځته شوي . له جبل الطارق څخه تر اندونيزيا پور ې د مسلمانانو دسوبو په پايله کې د عباسيانو د لوی اسلامي مدنيت زېږېدل او يا د امريکې د لويې وچې موندل او تر پراخو مهاجرتونو وروسته هلته د يوپرمختللي مدنيت پنځېدل د غوره بېلګو په توګه وړاندې کولای شو . د مهاجرتونواو سوبو تر څنګ ژباړې هم د مدنيتونو ، پوهنو او ژبو په وده کې ډېره ونډه درلودلې ده او په واقعيت کې همدې مهاجرتونو او سوبو د ژباړو لپاره لار اواره کړې ده . ژباړه ډېر زوړ تاريخ لري او تر څ لور زرو کلوپورې يې څرک موندلای شو . په پيل کې به زياتره ديني متنونه او اداري احکام ژباړل کېدل ، خو وروسته ژباړونکو فلسفې ، طب ، نجوم ، رياضي او نوروپوهنو ته هم مخه کړه . زردشتيانو عقيده درلوده ، چې ټولو پوهنو له اهورامزدا يا د پوهې له خدای څخه منشأ اخېستې ، د دوی په اند کله چې يوناني سکندر آريانادړې وړې کړه نو دغه پوهنې په ټوله نړۍ کې خورې شوې . وروستيو زردشتي امپراتورانو خپل ديني مسووليت ګاڼه ، چې له لاسه وتلې پوهنې بېرته � �اټولې کړي او خپلې ژبې ته يې وژباړي . د ساساني مدنيت په وده کې همدغو ژباړو ځانګړی ځای درلود د عباسيانو د واکمنۍ په پېر کې هم ډېر يوناني ، رومي ، هندي او چيني آثار عربي ژبې ته وژباړل شول او د اسلامي مدنيت په وده کې � �ېره ګټه ترې واخېستل شوه . يوه مشهوره بېلګه دا ده ، چې کله د عربانو پښه هندوستان ته ورسېده ، نو هلته يې ( صفر) بياموند اود صفر په ورزياتولو سره په شمېر پوهنه کې لوی پرمختګ رامنځته شو . وروسته اروپايانو له صفر سره يوځای د شمېرنې بشپړ سېسټم له عربو څخه اروپا ته يووړ . د صليبي جګړو پر مهال ، چې کابو دوه سوه کاله يې دوام وموند ا� �وپايان له پخوانيو يوناني آثارو سره د عربي ژبې له لارې بلد شول ، هغوی همدا آثار او ورسره ډېر نوي عربي آثار � �اتين او بيااروپايي ژبو ته وژباړل ، چې د منځنيو پېړيو له خوب څخه د اروپا په ويښولو کې همدغه ژباړې يو مهم لامل ګڼلی شو ژباړې د نړۍ د پرمختللېو ژبو لکه انګريزی ، فرانسوي او جرمني په پرمختګ کې ډېره ونډه لرلې ده ، او هم دادليل دی ، چې نن په دغو ژبو کې د لاتين ډېر ويي ليدل کيږي . که له اروپا څخه خپل ګاونډ ايران ته راشو ، د شلمې پېړۍ له پيل سره که په فارسي کې د ژباړې غورځنګ نه وای پيل شوی ، نو يوازې له کلاسيکو آثارو او دسعدي او فردوسي له شهکارونو سره دوی نه شول کولای د اوسمهالو پوهنو د افادې وړتيا پيدا کړي . نن ورځ ګورو ، چې د کال نوی اثر په فا� �سي کې ژباړل شوی وي او کله کله خو له اصلي تاليف سره ژباړه هم په يو وخت کې راوځي عربان هم هڅه کوي بېرته د ژباړې غورځنګ راژوندی کړي . په مصر کې د ژباړې يوه ټولنه ، چې تر اوسه يې کابود زرو په شمېر آثار ژباړلي او چاپ کړي ، په پام کې لري تر 2011 پورې درې زره نوي آثار وژباړي . مانا دا چې ، که څه هم عربي په خپله يوه نړيواله ژبه ده ، بيا هم ژباړې ته د جدي اړتيا په سترګه ګوريپښتو ژبه د درېيمې نړۍ د ډېرو نورو ژبو په څېر يوه وروسته پاتې ژبه ده او له بده مرغه بايد ووايو ، چې په ډېرو برخو کې لا اوس هم بکره پرته ده . ساينس او ټکنالوجي ، خو پرېږده حتی په ادبياتو کې هم ډېر څه نه لري . همدااوس د نړۍ ډېر مشهور ادبي شهکارونه لکه د تولستوی ، وېکتور هوګو او شکسپير � �ثار ، چې د نړۍ په اکثريت ژبو ژباړل شوي ، له بده مرغه په پښتو کې نه موندل کيږي . دادبي تيورۍ ، کره کتنې او د ادبياتو د يو شمېر نورو ژانرونو په برخه کې تر سره شوي کارونه په نشت حساب دي . خو تر ټولو زيات د ساينسي پوهنو برخه ډېره د اندېښنې وړ ده . همدااوس ، چې د انفارماتيک او جنېټيک انقلاب پېر دی ، پوهنې په ډېرې چټکۍ وده کوي او هره ورځ په لسګونو نوي اصطلاحات او حتی نوې پوهنيزې څانګې زېږي . له بده مرغه افغانستان د ساينس ، ټکنالوجۍ او يو زيات شمېر نورو پوهنو په برخه کې هغه سويې ته نه دی رسېدلی ، چې له اړتيا سره سم په تول پوره او کره تاليفات تر س� �ه کړي . نورو ولسونو تر موږ دمخه ډېر کار کړی او موږ اړ نه يو او نه شو کولای دغه ټول پړاوونه له سره ووهو ، بلکې لومړی بايد د نورو تجربې خپلې کړو او بيا خپل څه پرې ورزيات کړو . اوس د دې وخت راغلی ، چې د افغانستان د ټوليز پرمختګ ، د معاصرو پوهنو د دودولو او پښتو ژبې د ودې په موخه د ژباړې يو منظم غورځنګ پيل شي . وروستۍ غميزې که موږ ته په مادي او معنوي برخو کې ډېر زيانونه اړولي ، ورسره يې د مهاجرتونو له لارې ډېرافغانان له نورو مدنيتونو او بهرنيو ژبو سره هم آشنا کړې دي . افغانان اوس له بهرنۍ نړۍ سره پراخې اړيکې لري ، د هغوی له تجربو او لاسته راوړنو څخه په ښه شان خبرېدای شي اوکولای شي همدا تجربې له خپلو هېوادوالو سره په پښتو ژبه شريک کړي . که تر پرونه پورې ژباړه د مدنيتونو تر منځ د پوهاوي او د تجربو د لېږد رالېږد وسيله وه ، نو اوسمهال ، چې د نړيوالتوب د پېر په نام ه ياديږي ، ژباړې ته د نړيوال کلي د کېلي په سترګه کتل کيږي زما په اند که موږ ژباړې ته مخه نه کړو او پښتو ژبه په همدې اوسنيو ګامونو خپل يون ته پرېږدو ، زه وېرېږم چې يوه ورځ به اړيو پښتو ژبه يوازې د شعر او شاعرۍ لپاره وکاروو او د ساينس ، ټکنالوجۍ او نورو پوهنو لپاره انګريزي او يانوروبهرنيو ژبو ته مخه کړو د ( دژباړې فن ) همدغه اثر ، چې ښاغلي رفيع الله ستانکزي ليکلی ، په دغه وخت کې د هغه خپرېدل په خپله دا خبره په ګوته کوي ، چې موږ بايد له يوې دقيقې ستراتېژۍ او د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره د ژباړې يو پراخ غورځنګ پيل کړو . ښاغلی ستانکزی په دقيقه توګه د ژباړې اهميت ته متوجه شوی او له همدې امله يې هڅه کړې لوستونکي د ژباړې ارزښت ته متوجه کړي ، هغوی ژباړو ته وهڅوي او د ژباړې سمې لارې چارې ورپه ګوته کړي ( دژباړې فن ) په اثر کې په موجزه توګه ، خو په ډېر ښه شان د ژباړې پر تاريخي شاليد ، ارزښت او اړتيا خبرې شوي . د دغه اثر لوستل د دې تر څنګ ، چې موږد ژباړې له تعريف او ډولونو سره آشنا کوي د ښې ژباړې اصول او معيارونه را په ګوته کوي ، پر لومړيتوبونو ټينګار کوي او هڅوي مو ، چې د ژباړې لپاره په انتخاب کې له ډېر دقت څخه کار واخلو . زما په اند د هغه چا لپاره چې غواړي د ژباړې له لارې خپلې ژبې ته خدمت وکړي ، د ( دژباړې فن اثر ) لوستل ډېر ګټور او ضرور دي . زه قدرمن رفيع الله ستانکزي ته د دغه مهم او ګټور اثر د ليکلو له امله د زړه له کومې مبارکي وايم او هيله لرم ، چې په دغه مهمه برخه کې خپلې � �يکنې او څېړنې نور هم پسې وغځوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجنوبی ولایتونو دپوهنی ریاست کارکوونکو ته ښوونيز سمينار جوړ شو", "output": "كندهار: په كندهار ولايت كې د بنګلديش هيواد د برك موسسې لخوا د جنوبي ولايتونو زابل، نيمروز او هلمند ولايتونو د پوهنې رياست � �اوخوا ۳۰ كاركونكو ته د څارنې په بيلابيلو برخو كې درى ورځنى سمينار پيل شو. د يادولو وړ ده چې تيره اونۍ هم د كندهار او ارزګان ولايتونو د پوهنې رياستونو كاركونكو ته هم دا ډول سمينار جوړ شوى وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دكندهارراډيوتلويزيون ويبپاڼه پرانستل سوه.", "output": "هغه مراسم چي نن دكندهارداطلاعاتو او كلتور په رياست كي دكندهارراډيو ټلويزيون دويب سايټ درسمي پرانستني په اړه جوړ شوي وو دقرانكريم دڅومباركو آياتونو په تلاوت سره پيل سول . ورپسې دكندها� �داطلاعاتو اوكلتور رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي دكندهارراډيوټلويزيو ن دويب سايټ او يادشوي علمي پرمختګ په اړه داطلاعاتو اوكلتور دوزيرپيغام او پرانستونكې وينا واوروله . ښاغلي بابي دخپلې وينا په اوږدوكي ميلمنو ته دښه راغلاست ويلو ترڅنګ دكندهار راډيو ټلويزيون ويب سايټ نه يوازي دراډيو ټلويزيون داداري بلكي دكندها� �داولس او نړيوالوترمنځ دارتباط دكړۍ په توګه يادكړ.ورپسي دكندهار راډيو ټلويزيون آمر ښاغلي جاويد احمد وفا هم دكندهار راډيو ټلويزيون په نوي او معاصرډګر كي لاس ته راوړني ديوه ريپوټ په ترڅ كي دغونډي برخوالوته وړاندي كړي اوپه دي لړكي يي دكندهارولايت دمقام ، دكندهارداطلاعاتواوكلتور رياست او دكندهارولايت دځوانو فرهنګپالو دلاس نيوي ستاينه وكړه . بيا دكندهارراډيو ټلويزيون دويب سايټ بنسټ ايښودونكي ځوان فرهنګپال ښاغلي خالد هادي حيدري په خپل وارسره دويب سايټ په اړه له علمي معلوماتو وركولو وروسته دكندهارپه ځوانانو او پخوليكوالانو باندي ږغ وكړترڅو دنړۍ په دي نوي عصركي له دي مهمي او علمي ټكنالوجۍ څخه په ګټه اخيستنې سره دخپل هيواد دفرهنګ بډاينې ته لاسونه سره وركړي او داخپل دروند ملي رسالت وبولي . ترهغي وروسته دكندهارداصلاحي او مشورتي جرګي وياند تورن نيك محمد خان ، دكندهاردكليودپراختيا اوبيارغوني رئيس ښاغلي انجنير عبدالطيف آشنا ، او دكندهارداقتصاد رئيس ښاغلي محمدرحيم رحيمي يوپربل پسي ديادي شوي بريا په اړه ويناوي وكړي . په پاي كي دكندهارولايت داطلاعاتو او كلتور رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي ، دكندهاردراډيو ټلويزيون آمر ښاغلي جاويد احمد وفا او ښاغلي خالدهادي حيدري دكمپيوټردكليك په وهلو س� �ه په رسمي بڼه دكندهار راډيوټلويزيون ويب سايټ پرانسته . ديادوني وړده چي دپروګرام په پاي كي ښاغلي خالد هادي حيدري اودكندهار داډيو ټلويزيون داداي په استازيتوب ښاغلي وفا ته دولايت دمقام لخوا وياړنليكونه دښاغلي بابي او ښاغلي رحيمي په لاسونو وركړل شول . دغه مراسم دغرمي ددولسوبجوپه شاوخواكي داختتاميه دعا په ويلواوعصريې په خوړلو سره پاي ته ورسيدل . www.kandahartv.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سمنګان: ۳۱ نوي ښونځي جوړيږي", "output": "د پوهني وزارت پلان لري چې تر راتلونکي یوې میاشتي په سمنګانو ولایت کې ۳۱ بابه نوي ښونځي جوړ کړي.په دې ښونځیو به یو ملیون او ده سوه زره امریکایې ډالره لګښت راځي چې د دولت له خوا ورکول کیږي.د سمنګانو ولایت د پوهني ریس وایې چې د دې ښونځيو په جوړیدو سره به ۱۵۰۰۰ زدکونکو ته د زدکړي اسانتیاوي برابري شي.د دې ښونځيو له ډلې د ۲۹ ودانیزي چاري د سیمیزو شوراګانو له خوا او د پاتې دوو نورو د شخصی کمپنیو له خوا پر مخ بیول کیږي.دمګړۍ په سمنګانو ولایت کې ۷۷۰۰۰ ښځینه او نارینه زدکونکي په ۲۲۲ ښونځیو کې زدکړي کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملالۍ کلی ته راشه", "output": "ټکی نه لرودتوروموقحتي ده هله ژرشه ملالۍ کلی ته راشه ته په خپل معصوم وزرکې اوبه راوړه سندرماري توتکۍ کلي ته راشه احساس راوړه دټپوژبه رازده کړه دردموشته خوموږسندري هیري کړي شمله ورزلمي مولاس ترزنه ناست دي جرګې شته خوموږخبري هیري کړي رودټپي دی پکې وینې په څپودي دځوانانواندامونه اوبوراوړل دګودرټوله صحراپه وینوسره شوه له بنګړوډک مړوندونه اوبوراوړل ملالۍدکلي غبرګې سترګې تاته ته اودى خودیوبل له زړونوجوړواست ملالۍ یوځل له توروخاوروپاڅه له باتوروننګیالیووروڼوجوړواست سپین جومات مودباروتولوګوتورکړ څوناترسوموښایسته امام شهیدکړ چې به موږه اقتداپسې کوله خدای ناترسوموهغه امام شهید کړ دسپین ږیرویې دي خولې پلسترکړې دځوانانویې په تېغ غاړې پرې کړې ستا همزولي یې په سپیودي داړلې په زانکوکې ماشومان یې دي وژلي ملالۍ راشه لږژرراپېښه وکړه زرغونه شه احمدخان درسره راوړه بیاموکلی سرولمبوپه سراخیستی یانازوشه میرویس خان درسره راوړه چېرته بیاکه ته له ورایه راشکاره شې په والله زلمي به ټول په ګډاراشي ددښمن واړه سپرطاقت به مات شي په اسمان به ابابيل په ګډاراشي ته دنورفرښتویووړي جنتي شوي خوستاواړه کلیوال خواران حیران دي یوځل بیا په تورزندان دي کښیوتلي چې په سردمځکې واړه دوزخیان دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي سرود د توطئو په لومه کي", "output": "انجنير ذکريا - هالنډ ٧سپټمبر٥ ٢٠٠ که د افغانستان تېر تاريخ ته کتنه وسي، نو هر کله زموږ په هيواد کي داسي خلګ او ګروپونه موجود وه ، چي له يوې خوائي د افغانستان د ودي او غوړيدو سره هيڅ مينه نه لرله او له بلي خوا ئي هر کله په ډيره حيله ګرۍ سره افغانستان ته داسي ستونزي جوړولي ، چي زموږ هيواد به تر ډيري اوږدې مودې پوري د هغو نه ځان نه سوای ايستلای . يووخت دد پخوانيو رژيمونو يو وزير کيسه راته کول ، چي زما د کار په سلو کي ٥٠ وخت د هغو توطئو په دفع کولو کي تېرېدی ، چی د نورو له خوا راته جوړېدې ، په سلو کي ٢٥ خپل وخت مي نورو ته په توطئو جوړولو تېروی او يوازي په سلو کي ٢٥ وخت مي د وزارت کار ته بېل کړی و، يعني ده د خپل وخت يوازي څلورمه برخه سالم کار کاوه او نور ټول توطئي او ورانونکی کارو . له بده مرغه دغه حالت له ډيره وخته شتون لري . په اوسني مهال کي هم کله چي د اساسي قانون د تصويب لويه جرګه جوړه سوه ، نو په هغه لويه جرګه کي يو شمېر کسانو خو لومړۍ دا غوښتنه لرله ، چی ملي سرود دي په پښتو ژبه نه وي او وروسته دډيرو ﻻنجو او چنو وهلو ئي دا تحميل کړه ،چي په ملي سرود کي بايد ، په افغانستان کی د مېشتو قومونو نومونه او د ( الله اکبر ) يادونه وسي . دوی د هغه پرنسيپ نه کار واخست ،چي وائي : ( په مرګ ئي ونيسه ، چي په تبه راضي سي ) . په افغانستان کي خو د ٣٠ په شااو خواکي لوی او واړه قومونه او مذهبي ډلي ژوند کوي . د ښاغلي عبدالباري جهاني د خبري په تائيد ، که چيري ددغو ټولو قومونو او مذهبي ډلو نومونه واخستل سي ، نودا ملي سرودبه لږ تر لږه ٤٥ بيته ولري او دا نو بيا له يوې خوا ملي سرود نه بلکي يوه قصيده به وي او له بلي خوازما په آند هيڅ شاعر نسي کوﻻی د داډول ملي سرود لپاره يو وړ شعر جوړکړي او که ئي جوړ هم کړي نو طبعي خبره ده ،چي هغه به د خوند او کيفيت له لحاظه دومره غښتلۍ نه وي ، لکه يوه ملي سرود ته چي ښايي . خو که په افغانستان کي د ټولو مېشتو قومونو او مذهبي او اِتنيکي ګروپونو نومونه - نه اخستل کيږي او يوازي د يو شمېر يادونه ئي کيږي ،دا خونو بيا د هغو سره چي نومونه ئي نه دي اخستل سوي ، د توپير يز سياست نه کار اخستل کيږي ، چي دا کار د اساسي قانون نه سر غړونه ده ،ځکه چي د افغانستان د اساسي قانون له مخي په افغانستان کي ټول خلګ ، د قومي ، مذهبي ، سياسي او نورو توپيرونو د په نظر کي نيولو نه پرته ، يو شان حقونه او مکلفيتونه لري ، او د هيڅ چا په وړاندي د توپيرنه کار اخستل مجاز نه دي . دغه راز لکه څنګه چي د ملي سرود لپاره د موزيک کمپوز هم جوړيږي او ملي سرود د موزيک سره يو ځای ويل کيږي ، نو آيا دا به سمه وي ، چي د خداي تعالی ( ج ) نوم دي په موزيک کي و ږغول سي ؟ زما په آند هيڅ يو ديني عالم او ملا به دا تائيد نه کي چي په موزيک کي دي ( الله اکبر ) وويل سي . که چيري بيا هم دغه ډول ملي سرود جوړ سي نو کيدای سي د ډيرو سترو ستونزو سبب هم سي . اوس نو دا سوال پيداکيږي ، چي آيا دغو کسانو چي هغه وخت ئي په ملي سرود کي د قومونو د نومونو او( الله اکبر ) د يادولو غوښتنه کول ، په دې نه پوهيدل چي دا ناسم کار دی ؟ زما په آند دوی په دې هر څه بيخي سم پوهيدل او دا هر څه د پلان سره سم په نظر کي نيول سوي وه او دا هغه پلان دی ، چي موږ په دې تاريخي پړاو کي يو ځل بيا د يوې داسي ستونزي او پرابلم سره مخامخ کړي ، چي د حل لاره ئي را نه ورکه کړي او د بلي خوا پر موږ خپل تنظيمي سندره د ملي سرود په شکل و تپي او څومره چي کيدای سي د اوږده وخت لپاره هغه و ږغوي . تر دې لا بله سپکه خو داده چي د ملي سرود د ارزوني د کميسيون مشري داسي چا ته ورکړه سويده ،چي له يوې خوا اصلاً په پښتو ژبه پوهيږي نه او له بلي خوا ددغي ژبي سره خصومت هم لري او دداسي ملنډو وهلو حق ځان ته ورکوي ، چي وائي : ( موږ به ئي په پاړسي در ته جوړ کړو او تاسي ئي بيا په پښتو وژباړئ ) . دا هم د اطلاعاتو او کلتور د وزير يوه بله (کار نامه ؟؟؟؟) ده . زه نه پوهيږم ، چي تر کله به په موږ دا ملنډي وهل کيږي او تر کله به موږ دا هر څه منو او زغمو . - موږ په پټه خوله دا منلې ده ،چي زموږ ژبه دي ، داساسي قانون خلاف ، په دولتي ادارو کي نه کاريږي او رسميت دې نه لري . - موږ دا هم منلې ده ، چي په کابل کي دې زموږ بچيان ، بيا هم د اساسي قانون خلاف ، ددې حق نه محروم وي ، چي په خپله مورنۍ ژبه دې ليک لوست و کړي . - موږ دغه راز دا هم زغمو ، چي د اساسي قانون خلاف ، په افغانستان کي دې دمنل سوو اصطلاحاتو او ترمينالوژۍ کمبله ټوله سي . او د اطلاعاتو او کلتور د وزير د پښتو دښمن سياست په وړاندي پټه خوله ناست يو . آن په کابل کي خو د وزارتونو ځيني لوړ پوړي چارواکي په ډاګه اعلانوي ، چي په پښتو ژبه مکتوبونه نه منوړ . - او اوس دادۍ دا هم زغمو ، چي دا څو کاله کيږي ، چي نه يوازي ملي سرود په قصدي ډول نه منل کيږي ، بلکي په هغه د ځينو کسانو له خوا ملنډي هم وهل کيږي . که چيري موږ د ملي سرود اوسنۍ ستونزي ته يو څه په جدي توګه وګورو ، نو دا نه حلېدونکې ستونزه ده ، ځکه چي په دغه ډول ، چي په اساسي قانون کي راغلي دي ، د ملي سرود شعر جوړيدﻻی نسي او سمه هم نه ده چي دغه ډول يو ملي سرود دي جوړ سي .دا پرابلم د اساسي قانون د تصويب د لويي جرګې په وخت کي د ځينو کسانو لخوا د توطئي په شکل په قصدي توګه رامينځ ته سو ، چي اوس ئي زموږ څخه لار ورکه کړيده . سربېره پر دې په دي ﻻنجو کي زموږ پرډيرو محترمو شاعرانو ښاغلۍ رفيع ، ښاغلۍ جهاني او ښاغلۍ اکبر باندي هم د هر ډول کسانو لخوا نيوکي وسوي او ځينو خو آن په دي نيوکو کي ځانونه سپکاوي ته هم ټيت کړل . که موږ يو ځل خپل هيواد د نورو هيوادونو سره پرتله کړو ، نو هغه ستونزي چي موږ ته د ځيني کسانو لخوا په مصنوعي ډول او د توطئي له مخي را جوړيږي ، د نړۍ بل هيڅ هيواد ور سره مخامخ نه دی . د بل هر هيواد خلګ خپل ملي سرود ته ډير خوښ وي او کله چي هغه ږغول کيږي نو دهغه په درناوي ورته وﻻړيږي او خپل ﻻسونه پر زړه ايږدي او ځيني خو ﻻ دومره احساساتي کيږي ، چي ور سره ژاړي ، خو د بده مرغه موږ دداسي توطئو سره مخامخ يو، چي د ملي سرود جوړولو ته مونه پرېږدي .دا هم د نورو توطئو په لړ کي يوه بله توطئه ده ، خو موږ ئي بايد په ټينګه اراده او حوصله سره د حل ﻻره پيداکړو . زما په آند دغه ستونزه بايد په اُصولي او قانوني توګه حل سي . هيڅ کار بايد د قانون خلاف تر سره نه سي . د بلي خوا د ملي سرود په هکله د اساسي قانون دغه برخه چي د ملي سرود د شعر جوړول ئي د ستونزو سره مخامخ کړيدی ، اصلاح سي . نو زما په آند دحل يوازنۍ لاره داده ، چي د پارلمان د جوړيدو نه وروسته د ولسي جرګي ښاغلي وکيلان دي د ملي سرود په هکله د اساسي قانون. ماده داسي تعديل کړي ، چي د ملي سرود د شعر جوړيدو په لاره کي ټول خنډونه ليري کړي او نور دي دې ته نه ګوري چي يو څو کسان د هغه سره مخالفت کوي ، بلکي داسي پرېکړه دي وکړي ،چي د ملي سرود د شعر د جوړيدو سره مرسته وکړي . د ډموکراسۍ اُصول خو دادي ، چي لږه کۍ بايد د ډېره کي خبره ومني . که چيري لږه کۍ د ډېره کي پريکړه نه مني نو ډېره کۍ خو بيخي نسي کوﻻي د لږه کي پريکړه ومني . دغه راز د ملي سرود د ارزوني د کميسيون مشري دي داسي چا ته ورکړل سي ، چي نه يوازي په پښتو شعر و پوهيږي ،بلکي د پښتو شعر او ادب کار پوه هم واوسي . په اخیر کي د ځينو هغو دوستانو نه زما هيله داده ، چي په خپلو ليکنو کي دي د ملي سرود سره سپک چلندنه کوي او د ( بسوګۍ ) شاني په نومونودي خطاب نه ور ته کوي . په درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له شمشادتلويزيون څخه نرۍ ګېله (ټوله وي خو شمشادنه)", "output": "دم ګړۍ له کابل څخه څوارلس ت� �ويزيوني کانالونه خپرونې کوي ، شمشاد يوازينی تلويزيون دی ،چې هم يې خپرونې پښتو دي او هم يې چلوونکي پښتانه دي . که څه هم لمر پښتو تلويزيون دی ، خو چلوونکي يې بيا د طلوع افغانستانيان او دانشګاهيان دي او د څښتنانو د� �يځ يې هم د افغان او افغانيت ضد. سره له دې چې، هغه ويندويان او پروګرام جوړوونکي چې په لمر کې کار کوي ، خير دې يوسي له خپلې وسې سره هڅه کوي چې افغاني دريځ وساتي، له ملي شخصيتونو سره مرکې وکړي او د پښتنو پروګرامونو ته هم ځانونه ورسوي ، خو بيا هم راپورټران او کمره مينان يې په واک کې نه دي ، چېرته چې د پښتنو کوم محفل يا غونډه وي دوی لومړی خپلو آمرينو ته سوال کوي ، خو دا بيا د طلوع پر واکمنانو اړه لري ، چې سوال يې مني که نه . ملي راډيو تلويزيون هم اوس يو څه ښه شوی ، د ملي دريځ تر څنګ هڅه کوي چې ژبنی انډول هم وساتي ، خو هغه بيا دولتي تلويزيون دی او بايد دولتي پاليسي مراعات کړي .د بېلګې په توګه په خبرونو کې لومړی بايد د ولسمشر ، مرستيالانو ، ولسي ج� �ګې ، مشرانو جرګې ، وزيرانو او ټولو واليانو خبرونه چې که له چا سره يې هسې خندلي هم وي خپاره کړی ، بيا که د هېواد په کوم ګوټ ټکه هم راغورځېدلې وه هغې ته وار رسيږي . چې البته دغه ډول خبرونه خلک بېحوصلې کوي او نه هم خلک دومره وخت لري ، چې د ضيأ مسعور د خندا خبر او يا هم کوم هېواد ته د ولسمشر د تبريکۍ پيغام ټول واوري . آ� �يانا تلويزيون که څه هم دريځ يې ملي دی او رييس يې هم ظاهراً يو پښتون دی ، خو ژبنی انډول په کې هېڅ نه ساتل کيږي او داسې ښکاري ، چې يوازې د دري ژبو لپاره خپرونې کوي ، خو سره له دې موږ يې افغاني دريځ ته هم خوشحاله يو . نور نو د تمدن ، فردا، نور، نورين ، ايينه او طلوع خو د ستميانو ډنډورې دي ، چې د ايران په مرسته غږول کيږي او د افغانيت پر ضد زهر خپروي . پاتې شو يوازې شمشاد، خو شمشاد هم هغسې چې پښتانه تمه ترې لري ځان نه خوځوي . ځينې ډېر م هم مسايل وي ، چې د هغوی په طرح کولو او انعکاس کې د لمر بې واکه کارکوونکي هم ترې مخکې وي .د پښتنو مهمو غونډو او يو لړ نورو ملي او فرهنګي هڅو ته هغسې چې ښايي، پاملرنه نه کوي .ما څو ځلې ځينې مهمې غونډې ليدلي، چې هلته د نورو تلويزيونوکمرې حاضرې وي ، خو شمشاد يا بيخي غيب وي او ياهم په تلويزيون کې يې انعکاس ډېر کمزوری وي ، لکه د مورنۍ ژبې لويه غونډه او يا هم د سرشمېرنې پر وړاندې مهم سيمينار . خو ګېله مې هغه وخت ډېره راغله، چې څه موده وړاندې يوشمېر مدني ټولنو اوټولنيزو سازمانونو د شينډنډ د شهيدانو فاتحه په داسې ځای کې ( د کابل عيد ګاه جومات ) نيولې وه ، چې له شمشاد تلويزيون سره يې واټن يوازې څو سوه متره دی . ما فکر کاوه ، چې ښايي منتظمينو به شمشاد ته احوال نه وي ورکړی ، خو دوی راته وويل ، چې نه يوازې دا چې بلنليک مو ورلېږلی و او ټېلېفوني احوال مو ورکړی و، همدا نن شخصاً هم ورغلو ، خو له بده مرغه دوی نه دي راغلي . نو که رښتيا ووايم ، خوا مې ډېره بده شوه . که څه هم د دې فاتحې او وير پرېکړه ليک او څرګندونې ټولې د بهرنيو ځواکونو او دولت د وروستيو کړنو پر ضد وې ، خو بيا مې هم � �يدل چې د ملي راډيو تلويزيون او بي بي سي خبريالان ښه فعال دي او شپې ته يې هماغسې بشپړ راپورونه هم خپاره کړل ، خو زموږ خپل شمشاد غيب و. ګېله مې ځکه راغله ، چې يو خو فاتحه د شينډنډ د 91 شهيدانو وه ، بل دا چې د شمشاد تر څنګ وه ، بل دا چې دا فاتحه د اوو ټولنيزو بنسټونو له خوا ، چې د محصلينو اتحاديې يې په سرکې وې ، نيول شوې وه او تر ټو� �و مهمه دا چې که څه هم شمشاد ډېر قوی تلويزيون نه دی ، خو پښتانه يې خپل ګڼي .څو وروځې وړاندې د سولې ملي جرګې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تالار کې يو مطبوعاتي کنفرانس رابللی و ، د نورو تلويزيونو د کمرو تر څنګ مې د شم� �اد ځای هلته بيا هم تش وليده . زه نه پوهېږم ، موږ خوپه هر ځای کې هڅه کوو ، چې د شمشاد لپاره تبليغات وکړو او ملاتړ ورته پيدا کړو ، خو له بده مرغه دا څووم ځل دی چې زه له داسې مهمو غونډو او پروګرامونو سره د شمشاد بې توجهي ګورم ، دا چې ولې ښايي ځواب به يې له دوی سره وي !؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسحاقزي مشران: مجدیدي د دوستم جنایت کار قوماندان د ډالرو په بدل کې له زندان څخه � �زاد کړ", "output": "فریاد الله- برهان- جلالزی د سرپل ولایت د اسحاقزیو د قومونو په لسګونومشرانو پرون د بلخ و� �ایت په مرکز مزار ښار کې د یوې اعتراضیه غونډي پر مهال له ولسمشر کرزي غوښتنه وکړه چې د جنبش ګوند پخوانی قوماندان( کمال) چې په دې ورستیو کې له زندان څخه آزاد شوی بریته ونیسي او ورسره د � �انون په رڼا کې چال چلند وشي.اسحاقزیو دغه قوماندان د دوي د ټبر د شاوخوا ۷۰ کسانو په وژلو او د � �سګونو نورو په شکنجې تورن کړی دی.د بدنامه جنګ سالار دغه قوماندان څه باندې دوه کاله دمخه په سرپل کې ونیول شو او دوه میاشتې دمخه د کابل د څرخي پله له زندان څخه آزاد کړای شو.د اسحاقزیو مشرانو وویل چې قوم اندان کمال د حضرت صبغت الله مجدیدي او مشاور وزیر نظر محمد اسحاقزۍ په غوښتنه چې په خپله نظر محمد د اسحاقزو د قوم استازي توب نه شي کولای په ناحقه آزاد شوی دی.غونډه والو پر ولسمشر کرزي او نورو عدلي ا� �ګانونو غږ وکړ چې دغه قوماندان بیرته ونسي دا ځکه چې قوماندان کمال د دوي په لسګونوکسان وژلي او دوي یې نه پریږدي.د غونډې یوه تن ګډون کونکي چې ویل یې قوماندان کمال ورته پلار، تره، د تره زوی اوماما ور وژلي د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې ضبغت الله مجدیدي د ډالرو په بدل کې دغه بدنامه جنګ سالار آزاد کړی دی او که داسي وي نو مجدیدي ته د سولې د ټینګښت د کمیسیون ریس نه بلکه د بدبختیو او جکړې د کمیسیون ریس وی� �ای شو.د اسحاقزیو قومي مشرانو ویل چې د دوي پر سر معامله شوي او له دوي سره د قوماندان کمال د جنایتونو په اړه پوره شواهد او مدارک موجود دي چې خامخا به یې محاکمو اوحتی ولسمشر کرزي ته ور ورسوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عبدالجبار شیلګری: زه د انتقالي عدالت سخت مخالف یم، سیما ثمر لري کړﺉ", "output": "نتکۍ په ولسي جرګه کې د غزني د اندړو ولسوالی استازی عبدالجبار شیلګری وایې چې په افغانستان کې د جنګي جنایت کارانو پر وړاندي د هر هغي محکمې د جوړیدو مخالفت کوي چې پکې د عدالت د اعادې خبري کیږي. د افغانستان د بشر د حقونو د کمیسیون او یو شمیر د بشر د حقونو نړیوال سازمانونه له څو کلونو را پدې خوا په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پروسې د پیلیدو په لارو چارو خبري کوي او په دغه هیواد کې د دریو لسیزو راهیسي د شویو جنایتونو د مرتکبینو په اړه د شواهدو په را ټولولو بوخت دي. عبدالجبار شیلګری چې یو مهال د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي غړی وو وایې چې دغه پروسه چې مشري یې سیما ثمر کوي د مجاهدینو د مشرانو د سرکوب لپاره په لاره اچول شوي او دی یې سخت مخالفت کوي. د ملګرو ملتونو او نړیوالو قوانینو له مخې په ټولو هغو هیوادونو کې چې له جګړې څخه را وتلي وي باید انتقالي عدالت تامین شي.عبدالجبار شیلګری وایې چې سیما ثمر د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د مشرې په توګه د غرب څخه افغانستان ته را استول شوي او نه باید د مجاهدینو مشرانو او هغو کسانو ته چې دوو ملیونو انسانانو یې تر قیاد لاندي د خدای او وطن لپاره خپل ژوند قربان کړی سپکاوی وکړي. د ښاغلي شیلګري پر وینا هغو کسانو چې کمونیزم مات کړی هغوي ته باید عدالت جوړ نه شي.د شیلګري پر وینا چې د انتقالي عدالت تر نامه لاندي پیل شوي غربي ډرامه د مجاهدینو د سرکوب یوه پروژه ده نه بل څه. عبدالجبار شیلګری"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په قانون نا قانونه خبرې د ميرويس ليکنه", "output": "په قانون نا قانونه خبرې د ميرويس � �يکنه نن سبا ډېرکسان شوق لري چې د ځان د مشهورتیا لپاره یو نیم مطبواعاتي چینل ولري او خلکو ته څ� �ګنده کړي چې زه يو څوک یم او د یو څه لپاره کار کوم له دغه مطبوعاتي چينلونو څخه (جبران) اونیزه ده چې غیر وابسته، آزاده، سیاسي او فرهنګي یې معرفي کړې. دا چې دا اونیزه څومره آزاده ده او ټولني ته به کوم سیاسي، ا� �صادی، اجتماعي او یا فرهنګی زیری ولری او د ولس کوم خوږ به ور باندې درملنه شی ور باندې خبرې نه کوم را ځم د دغې اونیزې د لومړي کال د اومې ګڼې د شپږم مخ يوې موضوع ته یې چې سر لیک یې دی (قانون سماوي و قانون بشري کدام یک؟). لومړی د لیکنې په ډول او موخې خبرې کوم او بیا راځم دیته چې د پښتو ادبیاتو محصلین (د مرکې دواړه غاړې د پښتو څانګې محصلین دي) هم د افغاني ژبو پر ځای ایرانیزم خوښوي...؟ د لیکنې له سر لیک مالومېږي چې نظر ورکوونکی بشری � �وانین نه مني خو متن بیا سره ورک دی نه ترې هو مالومېږی او نه م نه. له سر لیک یې دا هم مالومېږي چې ګواکې دا نو کومه لیکنه ده خو چې لوستونکی له سر لیک څخه لږ را کوز شي نو بیا پوښتنه پیل شوې ”جناب اقای سلطان محمد ثبات، در مورد قانون سماوي و قانون های بشری لطفاً به خواننده ګان هفته نامه جبر ان معلومات ارایه بفرماييد:“. له پوښتنې وروسته نو نظر ورکوونکي خبرې پيل کړې او یوه پوښتنه یې په یوه درز کې ځواب کړې، بیا نو نه پوښتنه شته او ن هم ځواب... دې ته لوستونکي نه پوهېږي چې په ژورنالېزم کې دې ډول شي ته کوم ژانر و وایي . مرکه که لیکنه، راپور ، که فیچر... او یا هم شی ؟؟؟ په هر ډول د دغه شی نومونه نو د مرکه کوونکي او مرکه کیدونکي تر منځ خبره ده او ښايي ژورانالېزم ورته ځواب و نه شی ویلی...؟؟؟. را شو د پوښتنې شکل ته چې ډېره درنه او له دروندوالی سره ډېره بې ځایه ده، زه نه پوهېږم چې ولې یې ورته اړتیا لیدلې؟ یا خو معاون صاحب (مرکه کیدونکی) دېته خوشاله دی چې په قره قلي کې یې خلک د ځوانۍ تصویر او نوم و ویني...؟ او دا پوښتنه نو د ډېر وکتابونو په لیکلو هم نشي ځوابېدلی، د پوښتنې او ځواب هدف مالوم ندی چې موخه یې څه ده کوم قانون غواړي چلنج کړي...؟؟؟. ایا بله موضوع نه وه چې په اونیزه کې ور باندې خبرې شوې وای؟ ایا د دې پوښتنې ځواب د محصلینو د معاون کار دی؟ را ځو د مرکوالې خوا ته : د ژورنالېزم د اصولو له مخې که موږ له چا سره مرکه کوو نو ښایي لومړی د مرکه کولو اړتیا څرګنده وي، ولې مرکه کوو؟ د چا لپاره؟ څوک باید ورته و ټاکل شي؟ څه ډول پوښتنې ترې وشي؟ او بل دا چې د مرکه کیدونکي د خولې خبرې کټ مټ را واخلو، یوازې ځينې وخت له تکرار او هغه خبرو چې مرکوال یا د خپرونې اداره یې خپرول نه غواړي و نه لیکل شي، یا نې د مرکې د متن لیکل او د یو مضمون متن ځمکه او آسمان توپیر شته. او که داسې نه وي او موږ د مرکه کېدونکي خبرې په ادبي ژبه را واخلو نو هغه خوند پکې نه پاتې کېږي او نه ېې هم څوک لولي او که چېرته د محصلانو معاون داسې په زور و زېر او شد ومد خبرې کوي نو ښايي د لغت پرانۍ د ټولنې ویاند شي.... د قانون په اړه چې ښاغلي معاون کومه خبره کړې، نه ترې څ� �ګندېږي چې پيغام یې څه دی ایا دی د وضعي قوانینو خلاف دی؟ که خلاف وي نو د ده خوښه څنګه ده چې هر څوک قر آنکريم ته کېني او له مخې يې قانوني ژوند ولري؟ ایا د افغانستان اوسنی قانون د شرعې او قراني اصولو خلاف دی؟. مرکه کېدونکی بیا تللی فلسفی بحث ته او یوري ګاګارین، جان کلونډ، لوستر کیسټر او د ځينو نورو نظریې یې څرګندې کړې او ان د”حشره شناس“ نظر یې، یې هم را اخیستی ... بیا پکې مارلین ته هم ورغلی او د قانون خبره یې د خدای (ج) وحدانیت ته بېولې چې هېڅ له موضوع سره تړاو نه لري وګورئ بیلګه یې ” مارلین....... مېګوید: من هم به عنوان یک فرد معمولی و هم شخصی که دایماً اورا طریقه های آزمایشګاهی متواند ثابت نماید تجزیه و تحلیل نماید خداوند موجود طبعي و مادی نیست که انارا تحت ملاحظه قرار داد....“ ؟؟؟ دلته لوستونکی دېته هم حیران شي چې ښاغلی معاون دومره نظریات څنګه په خپل مغز کې ساتلي...؟؟؟. حال دا چې مرکه کوونکې او مرکه کیدونکی دواړه د پښتو ادبیاتو محصلین دي او په هر سمسټر کې د ازموینې تمرین څو ځله ور په برخه وي...؟؟ ښه راځم بلې مهمې خبرې ته او هغه دا چې د مرکې دواړه غاړې، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتود پوهنځي د پښتو څانګې محصلین دي خو د ایراني کلیماتو په کارولو یې آن د پوهنځي رنګه هم بده کړې، د پوهنتون لپاره یې دانشګا استعمال کړې او د سترې محکمې لپاره یې دادګاه عالی وېلي. ”حش� �ه شناس استاد علوم و دکتر در حقوق از دانشګاه کالفرنیا....“ ”...چند سال اخیر ما وشما شاهد مسلمان شدن چند تن از افرادی قوای خارجی در افغانستان بودیم که به حقانیت دین مبین اسلام پی برده و اظهار اسلامیت خود را به ح ضور داشت قاض القضات دادګاه عالی بجا اوردند...“.نوټ: لیکنه مې په لږ او تنګ وخت کې لیکلې که نه ډېرې خبرې مې په زړه کې وې او بل دا چې نه خو(جبران اونیزه) دومره د اهمیت وړ ده او نه هم مرکه کیدونکی (معاون محصلان) او مرکه کوونکې (ګیتي) او له دوی دواړو مې غوښتنه دا ده چې يو ځل خپل سواد او سویه غښتلې کړي او بیا نظریې ورکولو او نظریې اخیستلو ته مخه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارزګان: طالبانو د یوه کس پوزه او غوږونه په چاړه ور غوڅ کړل", "output": "میرویس جلالزی وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د یوه اوسیدونکي پوزه او غبرګ غوږونه د کلاشینکوف په برچې ترینه غوڅ کړي دي.دغه سړی چې دمګړۍ کابل ته انتقال شوی وایې چې نوموړی د پخل د کلي اوسیدونکی دی او کله چې له خپلې کروندې څخه د کور پر لور روان وو طالبانو وپلټل او ترینه یې د رایي ورکولو کارت تر لاسه کړ او وروسته یې مجازات کړ.دغه پیښه د انتخاباتو څخه یوه ورځه دمخه رامنځ ته شوي ده.د لعل محمد په نامه د دغه کس روغتیایې حالت خراب ښودل شوی او خپل خپلوان یې وایې چې نور یې هیڅ ګناه نه درلوده او طالبانو په دې پلمه چې ولي یې د رايي ورکولو کارت اخیستی له ده سره دغه سلوک کړی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپاکستان ولسمشر مشرف له ولسمشر کرزي سره ولیدل.", "output": "رحیم گل څاروان نن دپاکستان ولسمشر جنرال پرویز مشرف له یوه لوپوړي پاکستاني پلاوي سره په گډه له غرمې وروسته کابل ته راورسید ولسمشر کرزي دولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې تود هرکلی وکړ دواړه مشران تر اوږده ځنډه په خپلو کې په خبرو بوخت ول. بیا خبرې غونډې ته دخبریالانو په وړاندې راڅرگندل شول ولسمشر کرزي له ولسمشر مشرف مننه وکړه چې افغانستان ته یې سفر وکړ دغه راز ولسمشر کرزي وویل له ولسمشر مشرف سره یې په گڼو موضوعگانو خبرې وکړې له تروریزم سره جگړه چې ددواړو هیوادونو گټې پکې نغښتې دي. بل لورته ولسمشر مشرف اوږدې خبرې وکړې او په گڼو مسایلو یې خپل نظر واچوه نوموړي وویل چې پاکستان دافغانستان په وړاندې له یوه دریځ ملاتړ کوي او دوه مخی سیاست دافغانستان په اړه نه لوبوي مشرف دې پوښتنې ته په ځواب کې چې په دې وروستیو کې دپاکستان حکومت دشمالي وزیرستان له طالبان سره دسولې تړون لاسلیک ایا دا ددې مانا نلري چې همهاله پاکستان له تروریزم سره جګړه کوي او بل لورته دسو� �ې لار له طالبان سره پرمخ وړي؟ مشرف وویل جنگ او جگړه یوازې دستونزو داواري لار نده بل لار هم شته چې ستونزې پرې اواریدای شي هغه دسولې لار ده مشرف وویل دشمال وزیرستان طالبانو ورته ویلي چې په سیمه کې بهرني دا� �قاعده غړي نخ پریږدي دپاکستان دحکومت ملاتړ به کوي او په تاوتریخوالې به لاس نه پورې کوي. مشرف وویل چې هیڅکله به بهرنیو ځواکونو ته اجازه ورنکړي چې دپاکستان خاورې ته ورشي او له طالبانو سره جگړه وکړي مشرف وویل دا دپښتنو سیمه ده چې دتاریخ په اوږدو کې بهرني ځواکونه ندي ورغلي او که څوک پدې فکر وي چې پاکستان ته بهرني ځواکونه ورشي هسې خوب او خیال دی. مشرف وویل باید دواړه حکومتونه یوپه بل باور ولري نوموړي ووی� � که افغانستان پر پاکستان تورونه لگوي نو دوی هم پر افغانستان تورونه لري نوموړي وویل پر ولسمشر ک� �زي پوره باور لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل پوه شوې چې داولې او په څه ټپه ټپه شومه تا چې بڼو لاندې راكاته ټپه ټپه شومه ويش د ازل تا لره خوښي ما له خپګان راكړ ته غزل غزل شولې او زه ټپه ټپه شومه خداى زده كه دې بيا په ګردو مټو باندې خوب وكړم واك شو د بيلتون په ژوندانه ټپه ټپه شومه هغه وخت لږ ښه وم چې دې ډير نه راكتل راته سترګو كې دې واخستم نو ښه ټپه ټپه شومه اوس خو ېې په سترګو كې نرۍ شانته مسكا وكړه اوس نو امرخېله سم له زړه ټپه ټپه شومه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روهي بهير ۶۵مه غونډه جوړه سوه", "output": "د روهي ادبي بهير ۶۵ اونيزه غونډه د روان ۱۳۸۶ ل كال د چنګاښ پر ۷ په كندهار كي په افغان علمي او كلتوري مركز كي سرته ورسېده.د پيل خبري يې دبېنوا فرهنګي ټولني د مشر عبدالاحمد محمديار په غاړه وې.،نوموړي د وروستيو اورښتونو يادونه وكړه چي په دوبي كي وسوه او ډېر زيان يې اړولى، ددې خواشينۍ ترڅنګ خوښ په دې و چي په داسي توپاني اورښتو كي بيا هم ملګري بهير نه هيروي او بهير ته راغلي، د نوموړي په خبره چي دا د بهير برياليتوب دى.د نور كله په شان مختاراحمد انتقام د تيري اونۍ � �اپور واوراوه، چي د كره كتني ټكي په كښي پاته وه.د احمد فرزان په خبره چي انتقام ډېر راپورونه ليكلي خو اوس يې هم راپورونه قوي او ښكلي نه دي بلكي څه ګونګ دي، د نوموړي په اند چي راپورددې لپاره ليكل كېږي چي وګړي له حا� �ه خبره كړي، ده زياته كړه چي ادبي راپور بايدښكلي انځوريزي جملې وكاروي همدارنګه نوموړي وويل چي ادبي � �اپور كه اوږد هم وي ګواكي څه بده خبره نه ده خوبايد ډېر روڼ وي. ښاغلي فرزان د نړيوالو راپورو كتل او لوستل د زد كړي خورا مهم لاره وبلله، له راپور ليكوال څخه يې هيله وكړه چي هر ډول راپور ولولي تر څو ډېر څه ځني زدكړي .ښاغلي محمديار د فرزان د خبرو پخلى وكړ خو راپور يې ښكلى او بريالى هم وباله ، د نوموړي په خبره چي استاد مح مد اصف صميم له ننګرهار څخه راغلى نه له كابل څخه، خو په راپور كي كابل يادسوى و، نوموړي زياته كړه چي بايد د مهمو كسانوټولي خبري په راپور كي راواخيستل سي.ښاغلي فرزان وپوښتل چي دا به څومره مهمه وي چي په راپور كي د يو شخص نوم د هغه د پلار له نوم سره يو ځاى ياد سي ، ګوته يې په وړاندي سوي راپور كي دې ټكي ته ونيوله چي(( د غونډي مېلمه د استاد كانديداكاډميسين محمدصديق روهي زوى ډاكتر خوشحال روهي و)).ښاغلي محمديار د فرزان پوښتني ته په تړاو وويل چي دا ضرور او ښه خبره ده.واصل حسنيار د راپور د ستايلو تر څنګ دې ته ګوته ونيوله چي د پيل خبري چي پر كومه موضوع كېږي بايد چي څو مهم ټكي يې په راپور كي ياد كړل سي.د وخت د كمښت له امله كره كتنه پاته سوه، پر ځاى يې مشاعره وسوه.تر دې وروسته د غونډي ميلمه حكمت الله ازاد په خپلو خبرو كي وويل چي ليكوال او شاعران د ټولني استادان دي بايد د وګړو د روزني تر څنګ په هغوئ كي احساس هم راژوندى كړي او لاري ته يې سم كړي، غوښتنه يې دا وه چي بايد بهير د خپلو غونډولمن شاوخوا سيمو ته هم ورسوي.د غونډي مشر سيداحمد ښادمل و، نوموړي غونډي د ستايلو وړ وبللې او بهير ته په راتګ يې خوښي وښول.پرېكړه وسوه چي د راتلونكي غونډي د پيل خبري به احمد فرزان كوي او كره كتني ته به مسعود احمد هاشمي شعر وړاندي كوي.غونډه ماښام پر ۸ بجوپه دعا ويلو پاى ته ورسېده. mobil:0700316506 Email: mukhtar_entiqam@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نړيوال خوراکي سازمان دخوست معيوبينورياست سره مرسته کړي .", "output": "دخوست معيوبينواومعلو� �ينورياست سره دنړيوال خوراکي سازمان يا ډبليو ايف پي لخوا د(٥٢٨ ) ټنو،غنمو( ٦٣ )ټنودالو، (١٠٥ ) ترړومالګي او (١٧٧١) کارتن غواړومرسته شوي په دغه مرسته کې چې( ١٠٥٦٠ )بورۍ غنم ، (٦٣) ټنه دال ،( ١٠٦٢٦) کوتيه غواړي ،(١٠٥ ) پينځوس کيلويې بورۍ مالګه شاميله ده هري کورنۍ ته به (١٠٠ )کيلو ګرامه غنم اته ليتره غواړي ،يوپاکټ مالګه او( ١٢) کيلو دال ورکړل شوي دخوست د کارټولنيزو او معيوبينو چاروريس ميرزمان نري وايې چې دغه خوراکي توکي دنړيوال خوراکې سازمان يا ډبليو ايف پي لخوا ددوي رياست ته ورکړل شوي چې دوي به يې دخپل رياست په ټولوريجسټرشويو معيوبينو د� �هدانوپه وراثوواوبي وزلوکورنيو وويشي اوچې دادي نن ورځ يې دغه دتوزيع لړۍ پيل کړيده . مي� �زمان نري زياتوي چې که دغه سازمان اويانورمرسته کوونکي موسسات ددوي رياست سره ورته نوری مرستۍ هم ترسره کړي لري نه ده چې په خوست کې شته بي وزلواومعيوبوکورنيودخوراکي توکو دنه درلودلو ستونزه به په مکمله توګه هواره نه شي ديادوني وړده چې نړيوال خوراکي سازمان دغه رياست سره دادريم ځل دي چې دورته خوراکي توکودورکړي مرشته ترسره کوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان ته د نویو امریکایی سرتیرو د استولو په اړه د ولسمشر بوش پریکړه", "output": "ټاکل � �وی چې د امریکې ولسمشر به نن افغانستان ته د تقریبا 4500 نورو امریکايي سرتیرو د استولو پلان لاسلیک کړي .دا س� �تیري له عراق څخه ايستل کیږي او په افغانستان کې به د روان تشدد د کنترول لپاره په دندو وگمارل شي .سپینه ماڼۍ پریکړه کړي چی د راتلونکی کال تر فرورۍ میاشتی پوری له عراق څخه خپل 8000 سرتیری وباسي .د سپینی ماڼۍ ویاندی دینا پرینو ویلی چی ولسمشر بوش د عراق امنیتی حالت له نژدی څاري او تمه لري چې په دې شمیری سربیره په زرگونو تنه نور عسکر هم افغانستان ته وليږي .افغانستان ته د اضافی امریکايي سرتیرو غوښتنه هغو امریکایی � �وماندانو کړي چې دلته په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو قومانده ورسره ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوله څه وخت راتلای سی ؟ ( دحاجی مهاجر لیکنه )", "output": "سوله دیوی ټولنی دژوند ترتو� �واساسی اومهمه مسله ده چیری چی سوله نه وی هلته عدالت نه وی هلته حقیقت نه وی هلته ترقی نه وی هلته صحت نه وی هلته ښوونه اوروزنه نه وی هلته انسانیت نه وی هلته زړسوی نه وی هلته حتی عبادت هم ممکین نه وی دبشرپه تا� �یخ کی حنګ اوسوله دی چی سوله نړی جوړوی اوجګړه یی ورانوی سوله څوک راوستلای سی ؟ سوله ځنګه راتلای سی ؟ الف : هغه ځوک سوله راوستلای سی چی هغوی دخپل سروی( اذادوی ) هغوی زړسوانده وی هغوی دقدرت دلیونتوب په نا� �وغی نه وی اخته هغه څوک چی هغه ته ملی ګټی خبل ولس ارزښت ولری پرخلګو یی زړه وسوځی دخدایه ووریږی ملت اوخپله خاوره دڅآن وبولی دخدای اودخدای پاک امرته سرټیټ کړی .دافغان پاکه خاوره ددیرشوکالوراهیسی دپرومزدو� �انوپه منګلو لویدلی ده ولس یی ګریوګان نیول سوید ی تراوسه داسی ځوک په دی هیوادکی چی دملت دارادی په اساس قدرت ته رسیدلی وی نه دی راغلی هرځوک چی هرچا راوستلی دی دهغه په اسلحواوپیسو پړسیدلی دی هرځه چی هغه ورته وایی دوی مجبوردی هغه به کوی چی ویی نه کړی دوی به نوی .دلته چی هرمزدورناکامه سوید ی بیا یی دسولی ډن� �وری ږغولی دی کله چی دروسی استکبارعسکرشوروی ته په خلطوکی ورغله هغه وخت دوی دسولی ناری شروع کړی اومخا� �فینوته یی زاری کولی چی راسی سوله وکړی اوس چی دامریکا مزدوران ناکامه سویدی هغه دروسانودمزدورانو کارنامی تکراروی لکه نن چی دافغانستان خواراومظلوم ملت دیوی ورځی دسولی په نامه غولول کیږی دانه سوله ده نه داخلګ دسولی طرفداران دی کرزی مجبوردی ځکه دادنړیوالی تولنی یوغولونکی شعاردی دسولی ږغ وکړی اوملامحمد عمرهم ددی دپاره چی خلګ مخ وروانه ړوی چی ترتاخوکرزی لاښه دی یوه ورځ خویی سوله اعلان کړه چی سوله تایید کړی اصلی خبره داده چی دسولی اصلی علتونه اوهغه ستونځی چی دسولی په لاره کی پرتی دلاری لیری نه سی نه سوله راتلای سی اونه سوله ټنګیدای سی نه سوله اهیمت لرلای سی هغه ځه شیان دی ؟ الف : - په دولت کی دسولی دلاری خنډونه دادی اول : په دولت کی دخونخوارو، جکړه مارو اوملی قاتلانوموجودیت چی دولت یی دخپل اصلی لاری بی لاری کړی دی یوازی دخپلوګټودپاره دخپلو چوکیودساتلودپاره دخپلو جنایاتو دخوندی ساتلودپاره دهرډول سولی اوارامی م خالف دی که سوله راسی ارامی راسی عدالت منځ ته راځی اوچی عدالت منځ ته راسی حقیقت روښانه کیږی اوچی حقیقت رالڅ سی غله قاتلان اوداړه ماران رسواکیږی .دوهم : ددولت بی واکی ده دافغانستان اوسنی دولت په دوداسی نا� �غیواخته دی چی دهغه جوړول دده دلاسه وتلی ده دیوی خوا ورته سره دومره اخیتارنسته چی دخپلوبی ګناه خلګو دوژلوپوشتنه اوګرویږنه وکړی اویا مجرمانوته جزاورکړی نوهغه به سوله ځنګه راولی اودخبرواوسولی دپروسی دپرم خ وړولو اختیاربه دده سره له کومه وی داتاریخ ثابته کړیده چی مزدور رنځوراومجبوردولتونه دهیڅ پریکړی اختیا� �نه لری اونه یی باداران دومره واک ورکوی دوهم : دکرزی دولت دداسی کړیوپه کشمکش کی غرق دی چی هغوی اصلا دجګړی متخصیصن دی هغوی بنګلی ، ډیری ماینی ، سرمایی دشیرپورپه کلا کی ، دوبی ، لندن اوواشنګتن کیی ماڼی دهم دی توپک په خوله اوزورترلاسه کړی دی هغوته سوله هیسی یولیونتوب دی داډلی ټپلی په دولت کی دومره قوی دی چی ک� �زی ورته چوروړوت ( غور) هم نه سی وهلای حتی کرزی دڅان دساتلودپاره په ځان پوری حیران دی کرزی نه ځآ ن دخارجیانونه ساتلای سی اونه دغلونه سوله خولاډیرلیری اوستونځمن کاردی دلته باید سړی ځوپوښتنوته جوابونه و� �ټوی که یی ترلاسه کړه نوکیدای سی دسولی طمه یی هم بی ځایه نه وی ؟ لومړی : کرزی دامریکایانوبي اجازی کولای سی تصمیم ونیسی ؟دوهم : کرزی په خپل دولت کی دهغه غلوکوم چی نه یواز ی دخلګو وینی چيښی بلکه ددولتی ځمکو. دمخدره موادو دکشت اوکاروبار ؛ دتاریخی اثارو دچوراغلا دبین المللی مرستوغله دی مخه نیولی سی؟ ځکه دهغوی ټولی ګټی په جګړه اوګډوډی کی دی ؟ ایا : دکرزی پرخبرواوس خلګ اعتبارکوی ؟ایا : کرزی کو� �ای سی چی دقدرت نه تیرسی ملت راوغواړی چی زه نورنه غواړم تاسی دامریکا دګټوقربانی کړم داتاسی دامودولت که کولای سی مهربانی دی وکړی یوه رښتینه لویه جرګه چی ټولی قواوی راوغواړی اوقدرت دی وسپاری نوخلګ پوهیږی چی دی سوله غواړی اوکه امریکا دتوپک په زوردافغانانوپراوږوسپورکړی دی اودافغانستان ملت یوازی دکرزی دپاره وژنی نوبیا کرزی څوک دی چی هغه به دامریکا بی اجازی سولی ته غاړه کښیږدی ؟ ددی ترځنګ مقابل طرف هم په داسی م� �یضی اخته دی اول : ایا طالیبان کولای سی چی ځان له القاعدی نه جلا کړی اوپخپله تصیمیم ونیسی که یی نیو� �ای سوای خودواشکنتن ترپیښی وروسته به یی ځان تری خلاص کړی وای چی دولت یی هم په لاس کی و. دوهم : طالیبان کولای سی چی ځان دای اس ای له تاثره راوباسی ؟ دریم : طالیبان کولای سی چی دملت ارادی ته غاړه کښیږدی اوا� �ادانتخاباتوکی ګډون و کړی ؟اوس چی خبره داډول ده چی یوهم دخپل سرنه دی اونه هم یو دملت زړه ترلاسه کولای سی دیوه سره هم ملت ملاتړنه کوی اونه یی سولی ته لیواله دی ولی دواړو په ډیره بی رحمی خلګ وژلی اوځورولی دی ددولت سره نه یوازی خارجی قاتلان خلګ وژنی بلکه هغه کسان چی دخپل منځی جګړواوږده سابقه لری اوس هم ملت ددوی دلاسه ناارامه دی همداډلی وی چی افغانستان یی په کنډواله او خپل وطن یی دپردو درقابت په ځاله بدل کړی ملت پوهیږی چی چی دوی ځوک دی ؟ ځه غواړی ؟ اوځه کوی ؟ ملت پوهیږی چی دادقدرت لیونیان نه خپل ملت ته اهمیت ورکوی اونه هم سوله ورته معنی لری که سوله راسی دادواړی ډلی که په دولت کی دی اویا ورسره په جګړه اخته یوهم په ملت کی ځای نه لری نومعلومه ده چی ددواړو ګټی په جګړه کی دی نه په سوله کی سوله یوازی هغه وخت راتلای سی چی ملت دواړوته جواب ورکړی اودیوی دریمی لاری چی هغه په رښتینه توګه دسولی پتنګان وی راټول سی وبس"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاناډا به نور سرتيري افغانستان ته ليږي", "output": "د کاناډا 110 تنه نوي سرتیري به تر څو ورځو خپل هیواد د افغانستان په موخه پریږدي د کاناډا د لمړي وزیر مرستیال (انن مک لنن) وویل دا سرتیري به د کاناډا 110 تنه نوي سرتیري به تر څو ورځو خپل هیواد د افغانستان په موخه پریږدي د کاناډا د لمړي وزیر مرستیال (انن مک لنن) وویل دا سرتیري به له هغو 700 تنو نور کاناډایي سر تیرو سره یو ځای شي چه په افغانستان کښي د القاعده او طالب پاتي شونو په وړاندي په جگړه بوخت دي . ویل کیږي د نوموړو سرتیرو افغانستان ته د لیږني بله موخه به د افغانستان پارلماني ټاکنو ته د ډاډمن امنیتي چاپریال د برابرولو لپاره وي . ښاغلي مک لنن زیاته کړه دا سرتیري ځکه افغانستان ته لیږي چه تر دې دمخه افغان حکومت د کاناډا له دولت نه د اضافي سرتیرو د غوښتنی خواست کړی وو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بلخ: په لسګونو کورنۍ د نا امنۍ له امله له خپلو مینو کډه شوي دي", "output": "میرویس جلالزی د بلخ ولایت له چهاربولک، چمتال او بلخ ولسوالیو څخه خبر را رسیږي چې دغلته د پیل شوې ناتار له کبله ډیری خلګ دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي او خوندي سیموته کډي بار کړي. د یادو شویو ولسوالیو اوسیدونکي وایې چې په سیمو کې یې د افغان دولت پوځي عملیات، د امریکایې ځواکونو خپلې سره نیوني او بمبارۍ، د غلو او شوکمارو ډلو شتون او د پولیسو له خوا د سیمې د پښتنو اوسیدونکو ځورول د دې لامل شوي چې دوي له خپلو کورونو څخه د مرکز مزارشریف په لور را کډه شي. د بلخ،چمتال او چهاربولک ولسوالۍ د بلخ ولایت هغه ګڼ میشته سیمې دي چې ډیری اوسیدونکي یې پښتانه دي. د سیمې خلک وایې چې دوي دخپل سر، ناموس اومال د ساتلو لپاره له خپلو کورونو څخه د وتلو په حال کې دي او تر اوسه پوري په لسګونو کډي مرکز مزارشریف ته را کوچیدلي دي. د سیمې خلک وایې چې له دریو څلورو میاشتو را پدې خوا د یادو سیمو پښتانه اوسیدونکي د دولت او نړیوالو ځواکونو له خوا د طالبانو او نورو په نامه نیول کیږي. د بینوا ویب پاڼي ادارې هڅه وکړه چې په دې اړه د بلخ ولایت د امنیې قوماندان او یا والي نظر هم را واخلي خو هغوي مرکې ته حاضر نه شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هالنډ: د افغانستان له ماموريت څخه ملاتړ کوو", "output": "د هالنډ پارلمان د افغانستان په جنوب کې د میشته هالنډي سرتیرو د ماموریت د غزیدو شدید ملاتړ وکړو. د دې هیواد ورځپاڼو نن خبر ورکړ چې اوس به هالنډي سرتیري د 2010 کال تر پای پوري په افغانستان کې سوله ساتونکی ماموریت پر مخ بیایي . د هالنډ د پارلمان مش� �انو جرگې تیره شپه تر اوږدو بحثونو وروسته په دې سلا وکړه چې په افغانستان کې د دوي د سرتیرو ماموریت خورا اغیزمن دی . دا گړۍ د افغانستان ،په جنوبي ولایت ارزگان کې ، د هالنډ په سلگونو تنو سرتیري د ایساف په چوکاټ کې م اموریت پر مخ بیایي . هلته د دوي د ماموریت له پیل راهیسي څه نا څه 12 تنه هالنډي سرتیري له طالب وسله والو سره په جنگ جگړو کی وژل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند كښي دوه تنه طالبان وژل شوي", "output": "دهلمند په ګرشك ولسوالۍ كښي تيره شپه دطالب جنګياليو لخو ا دبندبرق پرپوستې بريد وشو چي په نښته كښي ددولتي چارواكو په وينا ودوې ته هيڅ زيان نه دى رسيدلي ، خو دګرشك ولسوالۍ جنائې چارواكي وايې چي دوى ته خبر رسيدلي چي په دغه نښته كښي دوه طالبان وژل شويدي چي طالب ځواكونو خپل وژل شوي جسدونه له ځانه سره وړي دي . هلمند دهېواد يوله ناامنه ولايتونوڅخه دى چي دطالبانو لخوا هميشه ورباندى بريدونه كيږي چي دواړو خواته هميشه دسرزيان رسيږي . ع : نورزى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار،په روان کمپاين کي به ديارلس تنه واکسين سي", "output": "په روانو درېو ورځو کې به دکندهارښاراوټولوولسواليو له پنځو کلونو څخه دکم عمرلرونکيوديارلس لکه ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي موخه واکسين ورکړل شي. دغه څرګندونې د عامې روغتياريس عبدالقيوم پخلاپه دکندهارولايت دغونډوپه نالارکي خب� �يالانو ته وکړې .پخلاوويل د ګوزڼ (پوليو) د واکسين دغبرګولي دغه دوره درې ورځنى کمپاين کارکوونکي به د خپل کاري بهير په ترڅ کې ديارلس لکه ماشومان واکسين کړل. ښاغلي پخلا هيله څرګنده کړه چې د دا ډول کم پيانونو په پلي کولو سره به د راتلونکي کال ترپايه پورې په هېواد کې د ګوزڼ ناروغي چې د وقايې او له منځه تلو وړ ناروغي ده ، په بشپړه توګه له منځه لاړه شي. د قيوم پخلا د څرګندونو له مخې، په روان کال کې د جنوبي زون په کچه پينځه د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې درې يې په کندهار او پاتې دوه يې په هلمند ولايتونو کې دي . ده هم دارنګه د فراه ولايت د دوو مثبتو پېښو يادونه هم وکړه چې ټول يې اووه مثبتې پېښې په ګوته کړې.ده له حکومتي او � �ومي مشرانو څخه هيله څرګنده کړه چې د پيلېدونکي کمپاين د پلي کولو په لار کې هم د دوی له ګرځند ټيمونو سره م� �سته وکړي. د عامې روغتيا رئيس قيوم پخلا له ټولو هغو اړوندو ارګانونو څخه د زړه له تله مننه وکړه چې له دوی سره د واکسيناسيون په هر کمپاين کې په مالي او ځاني توګه مرسته کړې. د غبرګولي د مياشتې ننی د واکسين � �وان کمپاين د کندهار ولايت د والي مرستيال غلام جيلاني همايون له خوا د ماشومان په خولو کې د د وو څاڅکو پو� �يو په څڅولو سره پيل سوښاغلي همايون د کندهار ښار له ټولو ښاريانو څخه غوښتنه وکړه چې د واکسيناسيون د ګ� �ځند ټيمونو سره دې مرسته وکړي تر څو له پينځو کلونو ټول کم عمره ماشومان د پوليو يا ګوزن ناروغۍ په مقابل کې واکسين کړي. همدارنګه ده دا پر ټولو مسلمانانو باندې يوه اسلامي وجبه وبلله او زياته يې کړه چې هر مسلمان بايد د ماشومانو د ژوند په ژغورلو کې پوره ونډه واخلي. په دې وروستيو کې د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ � �مال لوېديځ طرف ته په پينځه کيلومټرۍ څو کورنۍ پرتې دي چې ډېری ماشومان يې د نسناستې په ناروغۍ اخته شوي، په دې اړه د عامې روغتيا رئيس قيوم پخلا وويل، له نوموړې سيمې څخه ورته شاوخوا پينځه څلوېښت تنه ماشومان راوړل شوي دي چې تر دې مهاله يې د ډېريو درملنه کړې ده. ده وويل په ياده شوې سيمه کې د يوه کارېز اوبه بهېږي د همدغه کارېز د اوبو د خرابوالي له امله د دغه کورنيو ماشومان د نسناستې په ناروغۍ اخته شوي دي. په دې اړه مو په کندهار ولايت کې د م ېشتې پي ار ټي يا بيارغونې له ټيم سره خبرې کړې چې ډېر ژر به په دې سيمه کې پر څاګانو باندې د اوبو د لاس بمبې نصب کړيديادوني وړدی چي اوس مهال په ټوله نړۍ کې يواځې څلور هېوادونو افغانستان ،پاکستان ، هندوستان او نايجيريا ) کې دګوزڼ ناروغي پاتې ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو د مخابراتي شرکت بله ستنه والوزوله", "output": "وسله وال طالبان چې د افغان دولت پر وړاندي جنګیږي، یو ځل بیا پر دې وتوانیدل چې دجمعې په شپه د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د یو مخابراتي شرکت ستنه والوزوي .د دامان د پولیسو مشر محمد رسول وویل چې دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې یوه ډله ناپیژندل شوي وسله والو د دامان په ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت پر یو کوچني مرکز یرغل وکړ، لومړی یې د مرکز د ساتونکو لاسونه ور وتړل او بیا یې د آنټن سویچبورد او د بریښنا جنریټر ته اور ورته کړ.له دې پیښي سره وروسته تر هغه چې طالبانو مخابراتي شرکتونو ته د شپې د خوا د فعالیتنو د بندیدو ګواښ کړی دا دیار� �سمه مخابراتي ستنه ده چې د طالبانو له خوا ویجاړیږي.ځيني رپوټونه وایې چې افغان مخابراتي شرکتونه د زاب� �، کندهار ، ارزګان، هلمند اوغزني په ځينو سیمو کې د شپې پر مهال د طالبانو له خواست سره مطابق خپل فعالیتونه په ټپه دروي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څو سياسي خبري او د افغانستان ودانول - ٢٨مه برخه", "output": "ژباړه او غورچاڼ : ميرزاعلم حميدي - هالنډ قلموال لکه څنګه چې یادونه وشوه د هیوادپه سیاسي ژوندکې وطنپال اوملي سیاست ډیر ستر رول او ټاکونکي برخه لري . هر کله چې په یوه هیواد کې دخلکو سیاسي پوهه وده وکړي او خلک خپله ډډه په قانون ولګوي، د ولسواکۍ په اصولو او د پوهې له مخې په سیاست کې فعاله برخه واخلي، هغه هیواد کولای شي چې په هره برخه کې دپرمختللي ملي ژوندانه اوټولنیزعدالت له خوندونوبرخمن شي . دا هدف هغه مهال تر سره کیدای شي چې لوستي او سیاسي ډلې په دغه لاره کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي . په تېره خو په داسې هیوادونو کې چې ټولنه یې د سیاسي هوښیارۍ او نورو اړتیاوو له کمزورۍ سره لاس او ګریوان وي .په سیاسي بیدارۍ کې د سیاستوالو او قلموالو رول او برخه ډیره اړینه ده . دا ځکه پوهو روڼاندو او لوستو کسانو ته ملي او انساني دنده ور په غاړه کیږي چې له سیاست سره مینه پیدا او د خپل هیواد د ملي ګټو د خوندي ساتلو، پرمختیا او ټولنیز عدالت د ټېنګښت لپاره د سیاست ستونزمن ډګر ته ورننوځي ترڅوله دې لارې د سیاسي فرهنګ په بډای کولو کې په بیل، بیل ډول هڅې او هاند وکړي . زموږ په وچه کې پروت، دودیز او غرني هیواد افغانستان کې سیاسي تېروتنې د یاد کړو لاملونو له کبله یوه طبیعي خبره ده. یوازې هغه چا سیاسي تېروتنه نه ده کړي چې له خپل ګران هیواد سره د بې مینې توب په غونډۍ ناست او د «زما یې پر څه ؟ » د بې پروایۍ څپو ته یې ځان سپارلی دی . کیدای شي چې د داسې کسانو په هکله وویل شي چې د خپلو ملي دندو په سر ته رسولو کې یې ځنډ، بې پروایې او تېروتنه کړي ده . قلموال باید د خپلې وجداني دندې له مخې د حالاتو، دلیلونو، لاسوندونواولاملونوپربنسټ دغه تېروتنې ښکاره کړي .چې د اوسنیو سیاستوالو او راتلونکي نسل د سیاسي لوبې او پر مختګ لپاره لوست شي . دوی باید خلک دخپلواکۍ،دخاورې بشپړتیا،ملي ګټواوملي یووالي خونديتوب اود وطنپالنې، د یوه ، بل په وړاندې د زغم، پرمختګ او ملي اند په لوري و هڅوي . خو له بده مرغه ځنې قلموال پرته له دې چې د خپل وجدان ؛ګریوان ته سر ور ښکته کړي ډیرې هڅې یې کړي دي او کوي یې چې ځنې شخصیتونه او سیاسي ډلې له لاسوندونو وړاندې کولو پرته بد نام او په دې ډول ډیر خلک له سیاست څخه زړه توري کړي . دا ډله قلموال له دې بې خبره دي چې قلم په لاس کې نیول او لیکل له مسولیت څخه ډک کار دی، ښه نه ده چې خپل قلم ددرواغوپه وچ په وچه تورتپنو، شر اوپساد اچولواوچوغلګرۍ په چټلۍ ولړل شي . ښه ده قلم د لاسوند لرونکو رښتیاوو، سوله ییز ژوند، ملي یووالي، ملي ګټو،وطنپالنې اونوروښېګڼوپه لاره کې وچلول شي . له هر قلم څخه چې د کینې له کبله د بې اتفاقۍ اچولو، د یوه بل جنګولو او تورن کولو لپاره کار اخیستل کیږي یو ملي ظلم او ځورونه ده او ډیر ستر تاریخي مسولیت په اوږو اخلي .ځکه چې دغه لیکنې په راتلونکي کې د تاریخي لاسوندونوپه توګه کڼل کیږي ، تاریخ کوټه کوي او لوستونکي په غلطه لار بیایې . تاریخ چې د اوسني او راتلونکي نسل لارښود دی باید چې له کینو، پلوۍ او ځاني مخالفتونو څخه پاک او سیوا وي . په تېره خو په افغانستان کې د سیاسي تاریخ لیکل ډیر ستونزمن او له مسولیت څخه ډک کار دی . ځکه چې د خیر په غونډۍ ناست نندارچیان له سیاستوالو او چارواکو څخه د معجزې هیله لري ، دوی غواړي چې د ژوندانه په ټولو برخو کې له پیړیو څخه راپاتې ټولې ستونزې په یوه لنډه موده کې اوارې او سمې شي . په داسې حال کې چې له پیړیو څخه د راپاتې ستونزو اوارول اوږدې مودې او نه ستړي کیدونکو هلو ، ځلو ته اړتیا لري . خو زموږ ځنې قلموال خپل کار اسانوي ددې پر ځای چې د ګران هیواد سیاسي، اقتصادي، فرهنګي پیچلي چارې په علمي توګه وشني،له پیړیوڅخه د راپاتې وروسته پاتې والي نیمګړتیا او ملامتیا د هغه مهال په سیاستوالو او چارواکو ور اچوي او خپلې اوږې له ټولو مسولیتونو څخه خالي کوي . داریانۍ وړ خبره خو دا ده چې همدغه کټمیره په خپله د هماغه واکمنۍ له هر ډول امتیازونو او واک څخه برخمن وه خو اوس لومړی کس دی چې دخپلې تېرې واکمنۍ په غندلو لګیا دی، د خپل بام واوره د بل چا پر بام اچوي او داسې اخلاقي زړورتیا نه لري چې دخپلو کړنو ملامتیا په خپله غاړه واخلي . رښتیا خبره داده چې د افغانستان په حالاتو کې سیاسي کار ډیر ستونزمن او له کړاوونو څخه ډک دی، هېڅوک نه توانیږي چې په خپل زړه د ټولو کارونو د سمون معجزه وکړي . تجربو ښودلي ده چې کله یو سړی او یا ډله چې په مخالف مورچل کې وه، په واکمنو یې زښتې ډیرې نیوکې کولې او د دوی هر کار ته یې ګوته ورسیخوله .خوکله چې په واک کې شریک شول اویا واک ته ورسیدل ؛ ونه توانیدل چې د پخوانۍ واکمنۍ پر تله ښه او وتلي کار ونه وکړي چې زموږ ځنې قلموال ، یادښت لیکونکي او تاریخ لیکونکي له همدغه ډلې څخه دي . دا ځکه وایې چې خبرې کول اسان دي خو عمل پرې ګران دي . ډیر ځلې لیدل شوي دي چې مخالف لوري زښتې ډیرې نیوکې درلودې خوکله چې مسولیت ورپه غاړه شوی دی ان د یوې کوچنۍ څانګې په اداره کولوهم نه دي توانیدلي اوسریې پرې خلاص شوی دی چې د هیواد ټولې تخنیکي، صنعتي، خوراکي او نورې اړتیاوې له باندې څخه تر لاسه کیږي او هیواد د تخنیکي، مسلکي او علمي کسانو له کمښت سره لاس او ګریوان دی او زموږ دودیزه ټولنه په ذهني ډول د هر رنګه پرمختګ په وړاندې خنډ او ولاړه ده . داځکه انصاف لرونکي اوپوه کسان همیشه دا خبره کوي چې د افغانستان په اوسنیو پیچلیو او غریبو شرایطو کې په ټول افغانستان کې د مخابرې او پوستې، د روغتیا او قانونیت، د پوهنې او روزنې، دهوایې اوځمکني ټرانسپورټ،دکورنۍاوبهرنۍسوداګرۍ او د نورو سیسټمونو رامنځ ته کول د درناوي او شاباسي وړکار دی خو دومره زر هم اسان کارنه دی . دوی پوهیږي چې د دومره زیاتو کارونو سر ته رسول وخت،پانګې او کارپوهانو ته اړتیا لري چې د اوږد مهالو او لنډ مهالو پلانونو له مخې تر سره کیږي . ټولنه له قلموالو او تاریخپوهانو څخه هیله لري چې د رښتونو لاسوندونو، دهغه مهال د حالاتو په نظر کې نیولوسره اود علمي دلیلونوپربنسټ له کینې او ځانګړو تربګانیوپرته تېرې پېښې ولیکي ترڅود اوسني او راتلونکي نسل لپاره لارښودې شي .چا چې غرض لرونکي او کوټه تاریخونه لیکلي دي په هغه باندې باید د علمي معیارونو له مخې کره کتنه وشي او د رښتیني تاریخ لیکنې پرتله کې وتلل شي . هرچاچې ګران هیواد افغانستان ته سیاسي،اقتصادي،ملي،فرهنګي اونور ارز ښتمن کارونه کړي دي باید د قدر په سترګه ورته وکتل شي او درناوی یې وشي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښايي نور افغانان هم ورته ګامونه پورته کړي", "output": "شهباز وردګ - کابل د حج سفر يو ښكلى او په زړه پورې سفر دى. دا سفر په هر مسلمان ښځه او نارينه باندې چې وس يې ولري په ژوند كې يو ځل فرض دى. ماته وړم كال دا فضليت په نصيب شو او سترګې مې د مكې معظمې او مدينې منورې په ليدلو مشرفې او بختورې شوې. زه فكر كوم چې د دغه نېكمرغه سفر په شپو ورځو كې هر مسلمان له ځانه سره د خپل تېر ژوندانه يو بېلانس جوړوي، خپل (نيك) او (بد) اعمال تلي او پرېكړه كوي چې نور به نو د خپلو نيكيو، محاسنو او مثبتو اعمالو وزن زياتوي او له نارواوو، غلطيو او قبيحه اعمالو څخه به خپل ځان ساتي.ما وړم كال د حج د سفر په ورځو كې له ځانه سره فيصله كړې وه چې كله كابل ته ستون شوم، هلته به دهغه افغانانو په هكله چې په سعودى عربستان، افغانستان يا نوره نړۍ د خپلو وروڼو او خويندو په چوپړلګيا دي هرومرو څو مقالې ليكم، رښتيني خدمتګاران به ستايم او هغه كسانو ته به د هدايت غوښتنه كوم چې په دغه برخه كې نا غيړي كوي او لكه څنګه چې ښايي هغسې فعال نه دي او خپل خلك او خپل ګران وطن يې څه نا څه هېر كړى دى.اوس دا خبره همدلته پرېږدم او راځم دې مسالې ته چې څنګه وروسته له څو ميا� �تو څخه بيا دا مساله راياده شوه او ليكلو ته اړ شوم. زه د جون په 26 نېټه د اروپا په سفر راووتم او دوه اوونۍ مې د المان ، هالند، بلجيم (بلژيك) او فرانسې په هېوادونو كې تېرې كړې. ددغه هېوادونو اقتصادي، ټولنيز پرمختګ دومره بېسارى دى چې په افغانستان كې يې ډېرو افغانانو ته شرحه هم ستونزمنه او نه منونكې ښكاري، خو هغه څه چې زه يې په دغه سفر كې خوشاله وساتلم، د افغان بېسيم هغه ټلیفون و چې د (رومنګ) سرويس له لارې په اروپا كې فعال و او زه يې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره په افغانستان او نړۍ كې نښلولى وم.د حج په موسم كې كله چې زموږ آريانا الوتكه د عربي م تحده اماراتو د راس الخيمې په هوايي ډګر کې راښكته شوه او ما خپل افغان بېسيم ټلیفون روښانه كړ، د نوموړي هېواد د اتصالاتو شبكه ETESALAT په شلو ثانيو كې راورسېده او زما ټلیفون د اتصلاتو له لارې فعال شو. كله چې د جدې هوايي ډګر ته ورسېدو، همداسې وشول او زما ټلیفون د سعودي عربستان د (Mobility) شبكې سره په څو ثانيو كې وصل شو او هغه ټوله موده چې زه د هغه هېواد د مدينې، مكې او جدې په ښارونو كې وم، زما ټلیفون فعال و او هماغسې آسانه كار يې كاوه لكه زه به چې په كابل يا كندهار كې وم.او اوس چې اروپا ته راغلى وم، زما ټلیفون په المان كې د T-Mobile D، په هالند كې د KPN- NL او په فرانسه كې د France - M ټلیفوني (موبايل) شبكو له لارې فعال و. د بلجيم د ټليفون نوم رانه هير شوى د� �.دا ټوله كيسه مې ځكه وليكله چې ما پرېكړه وکړه چې خپل هغه تصميم عملي كړم چې د حج په وخت كې مې نيولى و او هغه دا چې خدمتګاره افغانانو ته د خپل ارادت پيرزوينې وړاندې كړم. هغه څوك چې افغانانو ته د لومړنيو او پراخو مخابراتي خدماتو وياړ ور په برخه دى، د دغه لست په سر كې راځي او هغه د افغان بسيم مخابراتي شركت موسس او پانګه وال ښاغلی انجنيراحسان الله بيات دى. بيات په داسې كلونو او حالاتوكې په افغانستان كې د پانګې بندولو او كار کولو ته ملا وتړله چې نورو كسانو لا دغه هېواد ته سفر نه كاوه او ډېرى د تېښتې په حال كې و. بيات په داسې شپو ورځو كې په افغانستان كې د ټلیفوني خدماتو د وړاندې كولو كار پيل كړ، چې زموږ ځینې هېوادوال به ګاونډيو هېوادونو ته تلل (لكه پاكستان) او له هغه ځايه څخه به يې ټليفونونه كول.د افغانستان د ځينو ليرو پرتو سيمو غريبو افغانانو خو په هغه وخت كې د ټلیفون خوب هم نه شواى ليدلاى.په هر صورت د ښاغلي بيات او نورو هغو افغانانو چې په ډېر حساس وخت کې یې په ټولنه کې نوښتونه رامنځ ته کړي، لکه خدای بښلی عبدالمجید خان زابلی چې په افغانستان کې یې د نوي اقتصاد بنسټ کېښود، افغانانو ته د هغوی خدمات او نوښتونه ډېر د قدر وړ دي، ځکه دوی د خپل خوار وطن افغانستان خلكو ته خدمات وړاندې كړي دي. دا كار هم اخروي اجر لري او هم يې خلك په دنيا كې نه شي هېرولاى او د دغه كسانو نومونه به د افغانستان د اوسني تاريخ په پاڼو كې په زرينو كرښو باندې ليكل كېږي.كله به چې د اروپا د سفر په ورځو كې ځينو ا� �وپايانو له ما څخه په ډېر تعجب پوښتنه كوله چې ستا افغاني ټلفون دلته هم كار كوي، ما به وياړ كاوه چې ورته ووايم (هو!) اوس غواړم دلته دا خبره ياده كړم چې دا وياړ اصلاً د افغان بېسيم په كار كوونكو او د دغه شركت په موسس او پانګه وال ښاغلي بيات پورې اړه لري چې موږ ته يې دغه ستره آسانتيا برابره كړې ده. نا ويلې دې نه وي پاتې چې د افغانستان د ټلیفون د دوهمې شبكې (روشن) ټلیفونونو هم په المان، هالند او بلجيم كې د (رومنګ) له لارې كار كاوه، د افغان بېسيم په هكله خو ويل كېږي چې د نړۍ په 70-80 هېوادونو كې فعال دى. كه دا خبره رښتيا وي، نو بې له شكه چې ستر برياليتوب دى او موږ بايد پرې ووياړو! او له نورو ښاغلو مستعدو افغانانو څخه غواړو چې دوی هم ورته ګامونه پورته كړي او خپل هېواد او خپلو هېودوالو ته د غوره خدمتونو وياړ تر لاسه كړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائيتلاف : هلمند کې ٣٠ تنه وسله ال وژل شوي", "output": "کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو يو وياند ميرمن جولى نن له غرمه مخکې خبرى رسنيوته د هلمند دسنګين ولسوالۍ کې د ٣٠ تنو وسله والو طالبانو دوژلو او دوسلو د ٢ زيرمو د له منځه وړو رپوټ ورکړى دى . نوموړې زياته کړى وسله وال مخالفين دگډو فوځى عملياتو په ترځ کې نن سهار سنګين ولسوالۍ کې وژل شوي دي او ځواکونو يې په سيمه کې هغه فوځىچورلکه له مينځه وړې ده ، چې د دې په وينا د تخنيکى لاملونو له مخې د جوړيدووړ نه بلل کيده . طالبانو په دې اړوند تراوسه څه نه دي ويل ،مګر له سيمې څخه په هغو � �پوټونو کې چې بينوا ته رارسيدلى ويل شوي چې نن سهار وختى د سنګين په جوشالى کې ائيتلافى ځواکونو هوايى بريدونه ترسره کړى ، چې له امله يې ولسى وګړو ته مرګ او ژوبله رسيدلې ده .په کندهارکې د افغان اردو ځواکونو يو افسر په دې اړوند بينوا ته ناخبرى وښودله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بوچر:د افغانستان امن د مرکزي اشيا امن دی", "output": "د امريکي د ولسمشر نژدې سلاکار واېې د افغانستان امن د مرکزی آسياا امن دی.ښاغلى بوچر د خپلو خبرو په پېل کې ووېل په مرکزى او جنوبى اسېا کې چې په دې نېژدى وخت کې کومې پېښى شوېدى، هغه ډېرې مهمې دى او ډېر فرصتونه ېې منځ ته راوړى دى. په خاصه توگه دهغو کارونو له ام� �ه چې د سږکال په اولوکې پېښ شول. ښاغلى بوچر د پاکستان په هلکه ووېل چې موږ په پاکستان کې کامېاب انتخابات درلودل او هغه ددېموکراتېک حکومت په لور دبدلون ېوه کامبېابه مرحله وه. هغه واېې :(له انتخاباتو نه مخکې موږ هېله لرله چې انتخابات به ېو داسى دېموکراتېک حکومت منځته راولى چې قوى او معتدل مرکز ولري او وا� �عا چې هغوى د داسى گووندونو ېو اېتلافې حکومت جوړ کړ.)نوموړي زياته کړه هرڅوک هلته اوس دراتلونکي په � �وري گوري چې د ېوې پر مختللى ټولنى په څېر څنگه پر مخ ولاړشى. په خپله ټولنه کې ثبات اوامن ولري چې په خپله په پاکستان کې او د سېمې په چم گاونډ کې له افراطېت سره مقابله وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ايټاليا لومړي وزير د اعتماد رايې لاسته راوړې", "output": "د ايټاليا لومړى وزير روماني پروډي د دغه هېواد د سنا د اعتماد د رايو په لاسته راوړلو بريالى شوى دى. دغه رايې به همدارنګه نوموړي ته ته دا شونتيا ورکړي چې په خپل واک پاتې شي. دغه برياليتوب د ١٥٧منفي رايو پر وړاندې د ١٦٢مثبتو رايو، يوه اونۍ وروسته له هغې چې سناتورانو پروډي ته د بهرني سياست په برخه کې ماته ورکړه چې د هغه د ائتلافي دولت د ګوښه کېدو لامل شو، لاسته راوړه. پروډي بايد نن د سفلي مجلس د اعتماد رايې چې په هغه کې د ډېريو په پرتله پياوړي رايې دي لاسته راوړي. نوموړي د تېرې ورځې د رايو اچونې وروسته خبريالانو ته وويل زه ډېر خوشاله يم چې اوس د سفلي مجلس ته ځم. پروډي تېره اونۍ يانې واک ته له رسېدو ٩ مياشتې وروسته ځان ګوښه کړ. د نوموړي د ائتلاف ځينې پلويانو په افغانستان کې د ايټاليايي ځواکونو له مېشت کېدو او د دغه هېواد په شمال کې د امريکا د هوايي اډو د زياتوالي له طرحې سره مخالفت درلود. د رپوټونو له مخې همدا اوس ګوندونه بايد خپلې ژمنې رعايت کړي او دا هغه ځاى دى چې ستونزې پيل کېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بې کوره خلکو په نامه دولتي ځمکې وېشل کېږي", "output": "د مهاجرينو او بې کوره خلکو په نامه دولتي ځمکې وېشل کېږي له کومه راهيسې چې د مهاجرينو د بېرته راتگ لړۍ پيل شوې د هېواد په مرکز او نورو ولايتونو کې يو شمېر دولتي دښتې د مهاجرينو او بې سرپناه خلکو په نامه وېشل کېږي، دا چې ددغو ځمکو دوېش په برخه کې له لوړ پوړو چارواکو سره مشوره شوې او که دولتي دښتې د هغوى له اجازې پرته وېشل کېږي دا موضوع به په خپل ځاى پرېږدو، موږ به په دې ليکنه کې يوازې دا موضوع په دقيقه توګه وڅېړو چې له دغو ملي شتمنيو سره چارواکو د مهاجرينو په نامه څه ډول بې رحمانه چلند پيل کړى او څنگه يې د دولتي ځمکو غضب ته نوې لارې پيدا کړي. دغه چارواکي که له يوه پلوه دو� �تي ځمکې په يوه او بل نامه غضبوي نو له بله پلوه ښکاري چې دملت په وينو او غوښو هم ماړه نه دي ځکه خو وخت نا وخته په دغسې دسيسو، چل او فريب له ولسه شکونه کوي. څه موده د مخه له يوه ملگري سره لغمان ولايت ته لاړم چې د ځينو با احساسه هېوادوالو له لارې ددغه ولايت په ډېرو ستونزو خبر شوم، هره موضوع يې په دې ارزېده چې تحقيق پرې وشي خو م اته د ځمکو د وېش مسئله جالبه ښکاره شوه او په دې لټه کې شوم چې بايد د لغمان د گرانو اوسېدونکو له خولې ددوى د زړه خبرې واورم، کله چې مې ددې موضوع په څېړلو پيل وکړ دومره د پام وړ و چې درې ورځې مې هملته تېرې کړې، دومره نادودې مې واورېدې چې د چا خبره په سر کې ترې سپږې تښتي.د لغمان يو تن اوسېدونکي چې له وېرې يې د خپل نوم له څرگندولو ډډه وکړه وويل: ورور جانه! نه پوهېږم درته ويې وايم که نه، ځکه هغه کسان چې په رشوت، درغليو او اداري فساد کې لاس ل� �ي، تر ارگه ښې پرېمانه واسطې لري، هم زور لري او هم زر، که چېرې راباندې پوى شي چې ما له دوى نه شکايت کړى نو ښايي په لغمان کې راته ژوند گران شي، خو خير ! خبره داسې وه چې څه موده دمخه د لغمان ولايت له نږدې درې نيم زرو اوسيدونکو مهاجرينو او بې سرپناه خلکو څخه په دې نامه چې د لغمان ولايت په سرخکانو کې ورته ځمکه ورکول کېږي پنځه پنځه سوه افغانۍ ټولې شوې، داسې وگڼه چې دا پنځه سوه مو د چارواکو ديوه لاسليک په بدل کې ورکړې، ځکه نه مو په خپل � �اس بانک ته تحويل کړي او نه هم بل چا راته د بانک رسيد راکړى، کله چې د ځمکو د وېش ورځ را ورسېد نه چا ځمکه راکړه او نه مو هغه خپلې پنځه سوه افغانۍ ترلاسه کړې، چې کله مو پوښتنه وکړه د ښاروالۍ کارکوونکو راته وويل چې ٨٦٠ نوم� �ې د قرعه کشۍ له خوا ووېشل شوې، ستاسې نوم په قرعه کشۍ کې ونه خوت، نو ځکه ستاسې هغه پنځه سوه افغانۍ هم په اوبو � �اهو شوې. د لغمان ولايت د سرخکانو د دښتې ځمکه تر سلگونو جريبو اوړي چې پخوا په قرغيو کې مېشت د ناصرو قوم پرې دعوه لرله، اوس داسې ويل کېږي چې چارواکو د ناصرو قوم په ٣٩٢ دولتي نمرو قانع کړى او نورې يې پر هغه چا وېشلي چې ددوى د خوښې او سليقې خلک دي. يو تن دوکاندار چې دهمدغې قرعه کشې دوه فوتو کافي شوي فورمې يې د زرو افغانيو په بدل کې ترلاسه کړې وې ديوه سوړ اسويلي په ويستلو وويل: نه پوهېږم چې دا قرعه کشي چېرته وشوه او د چا په مخ کې وشوه، د دولت کار خو بايد ډېر شفاف او پاک وي، تر دې خو د عزيزي بانک او کابل بانک د قسمت حساب او بخت حساب قرعه کشۍ هم � �فاف دي که سړى په کې خپله گډون نه شي کولاى نو په ټلويزيون خو يې گوري، زه لس دولس کسه داسې خلک پېژنم چې پيسې يې ښاروالۍ ته ورکړي خو وايي ماته هېڅ هم نه دي راوتي. بس هغه د مهاجرت د وختونو چل يې راباندې وکړ، موږ چې کله م هاجر و، يوه قوماندان راڅخه په دې نامه پيسې ټولې کړې چې په جلال اباد کې درته ځمکې اخلم، کله چې مو يو مياشت و� �وسته وليد ويل يې والله ما خو ستاسې پيسې ديوه تنظيم مالي ته ورکړي، گورو به چې څه کېږي، تر ننه بيا د هغو پيسو درک او خرک معلوم نه شو. اوس دادى په ژوند کې دويم ځل له داسې پېښې سره مخ شوم، نه پوهېږم پر هغو ١٧٥٠٠٠٠ افغانيو څه وشول کومې چې د ٣٥٠٠ عريضو په مقابل کې راټولې شوي، دا چې موږ ته د بانک سند نه دى راکړل شوى موږ باوري يو چې د چارواکو په اوړو کې څه شگه شته او که نه دا په هېڅ قانون کې نه شته چې يوه عريضه دې سړي ته پنځه سوه افغانۍ تمامه � �ي. په لغمان ولايت کې دغه لومړنۍ د ښته نه ده چې چارواکي يې وېشي تر دې دمخه د تعميراتو پر سر دښته هم تر هر مل نومي سيمې پورې په يوه او بل نامه ووېشل شوه چې په سلو کې پنځوس فيصده اړو خلکو ته ورسېده نور نو د وخت واکدارانو پرې خپلې خېټې غوړې کړې، ددغو دواړو ځمکو د وېش د موضوع معلومولو لپاره د لغمان ښاروالۍ ته لاړم، موخه مې دا وه که چې د ښاروالۍ مسئولين له نږدې وگورم که وکولاى شم ددې مشوړې سر پيدا کړم. کله چې ښاروالۍ ته لاړم د ورځې دوه نيمې بجې وې خو په ښاروالۍ کې پرته له دوو کسومامورينو نورنه و، په دهليز کې د خلکو گڼه گوڼه وه چې يوې او بلې خوا ته دمامورينو په تړلو اطاقونو گرځېدل، له يوه سړي مې وپوښتل کاکا ښاروال او نور مسئولين چېرې دي، بې له ځنډه يې راته وويل، زويه حاجي صاحب، مرستيال يې سيدمحمد او ان عادي انجنيران يې هم دلته په مياشتو مياشتو نه ليدل کېږي خداى دې په کې کار مه بندوه. په سبا مې بيا کوشش وکړ، نه مې ښاروال په ټيلفون پيدا کړ او نه په دفتر کې، يو مامور چې شريف خان نومېده او په ساختماني مديريت کې يې کار کاوه، زما په مخکې يوه هېوادوال سره په دې لانجه اخته و چې د ښاروال صيب پرزه راته راوړه، نه پوهېږم په دې پرزه کې څه چل و، هغه هېوادوال ورته ويل چې په عريضه کې مې د والي او ښاروال دواړواحکام شته چې پر تا يې د اجرا کولو امر کړئ نو د ښاروال بلې پرزې ته څه اړتيا ده، هغه ويل وروره که په خبره پوهېږې نو همدا زه يې چې درته وايم دا يې لاره ده، ځکه دا زما په مخکې چې کومې وړې پرزې گورې دا د ښاروال صيب دى که دا نه وي ما ته ستونزه پيدا کېږي. داسې کسان هم ليدل کېدل چې د والي احکام ورسره نه ليدل کېدل خو کوچنۍ پرزې به ورسره وې چې تر ټولو دمخه به يې کار خلاصېده، اوس دا نه ده معلومه ددغو نومرو شمېر د ولايت والي ته معلوم دى او که نه، ځکه که يو احکام والي ورکوي نو لس ښاروال. د ځينو هېوادوالو په وينا چې ددغو نوم� �و زياته برخه چارواکو په خپلو اړوندو کسانو او باډيگاردانو په دولتي قيمت يوه نمره په څلوېښت زره افغانيو وېشلې چې مستحقين، بې سرپناه کورنۍ او مهاجرين اړ دي له دغو کسانو څخه يوه نومره د دوه لکو افغانيو په بدل کې واخلي، که داسې ونه کړي هېڅ به هم په لاس ور نه شي. كه چېرې كوم مستحق ته په قرعه كشۍ كې كومه نمره نيمه وتلې هم وي هغه مجبور وي چې د خپل حق د ترلاسه كولو په خاطر درې سختې مرحلې تېرې كړي، لومړي بايد دا پل صراط شاته پرېږدي چې د والي صيب احكام واخلي، دويم پل صراط د ښاروال تائيد او درېيم بيا د اړوند انجنير پيدا كول چې د خلكو په وينا ك� �ه نا كله د تېرگړيو پل ته څېرمه دتيلو په يوه پمپ كې ناست وي. د لويې جرگې په کېږدۍ کې ښاغلي کرزي د ولايتونو د پرمختيايي شوراگانو استازو ته له وزيرانو او د پارلمان له وکيلانو څخه سر وټکاوه، خو که سړى ولايتونو ته سفر وکړي، ورته به جوته شي چې نه يوازې وزيران، بلکې واليان، رئيسان او نور لوى او واړه چارواکي هر يو تر خپلې وسې پورې د ملت په غوښو غاښونه کلکوي، کله چې لوى څارنوال نوى په کار پيل وکړ، هغه مهال وزيران او واليان مصئون ښکارېدل خو واړه چارواکي لږ څه په وېره کې وو، اوس د وخت په تېرېدو سره هغو هم لوى څارنوال سره په يوه نه يو � �ول تار ځغلولى او دا وېره ورسره نه شته چې له موږ سره به حساب وشي. په لغمان کې په درېيو ورځو تېرولو له ډېرو م وضوعاتو سره مخامخ شوم چې په راتلونکي کې به يې په نورو هم څېړنه وکړم او گران هېوادوال به ترې خبر کړم."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کې د قضايي او عدلي اصلاحاتو لپاره غونډه", "output": "٢٢ د وری ١٣٨٤ د افغانستان د عدليې وزارت له ټولو ولايتونو څخه د سلو نه زيات قاضيان او څارنوالان کابل ته بللي چې د قضايې او عدلي اصلاحاتو په هکله سره وغږيږي. د دې درې ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د عدليې وزير سرور دانش وويل چې د بېلابېلو ستونزو او نېمګړتياو له کبله په تېرو دريو کالونو کې عدلي او قضايي اصلاحات په ښه توګه نه دي پلي شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بېنوا (( پر ليکه پښتو نړۍ))", "output": "بېنوا په رښتيا هم د پښتنو ډېر خدمت کړى دى او د جګړه ځپلو، مظلومواو بې ګناه خلکو غږ يې ټولې نړۍ ته رسولى دى ، بېنوا په خپل پنځه کلن پير کښې له هيچا خخه وېره نه ده کړې او نه يې د ظالم ملا تړلې بلکې همېشه د مظلوم سره څنگ په څنګ ودرېدلې او د هغه غږ يې خپور کړى دى د بېنوا وېب پاڼې چلوونکيو مبارک مو شه !بېنوا (( پر ليکه پښتو نړۍ)) په رښتيا هم بېنوا پر ليکه پښتو نړۍ ده ، چې زما په اند هر انټرنېټ کارکوونکى پښتون چې انټرنېټ کاروي نو لومړى انتخاب يې د بېنوا وېب پانې پرانستل وي ، که کومه خبره زيات بحث ته ضرورت ولري نو بيا نورې وېباڼې او ب� �اګونه ګوري.د بېنوا وېب پاڼې په خپل پنځه کلني خدمت کښې په رښتيا هم د پښتنو ډېر خدمت کړى دى او د جګړه ځپ� �و، مظلومواو بې ګناه خلکو غږ يې ټولې نړۍ ته رسولى دى ، بېنوا په خپل پنځه کلن پير کښې له هيچا خخه وېره نه ده کړې او نه يې د ظالم ملا تړلې بلکې همېشه د مظلوم سره څنگ په څنګ ودرېدلې او د هغه غږ يې خپور کړى دى .د جګړه م ارو او زور واکو ظلمونه يې بربنډ کړي دي ، هره شرمېدلې څېره يې ښکاره کړې او داسې نور ډېر څه ، چې ليکل يې ډېر وخت غواړي خو الله مو همېشه تاند او خوشحاله لره ورور مو ــــــــــــ پېښور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف احمدي: د سړک دغاړي ماین پنځه پولیس وژلي", "output": "د طالبانو ویاند قاري مح مدیوسف احمدي ادعا کوي چي نن يې د سړک د غاړي د ماین په یوه چاودنه کې پنځه حکومتي عسکر وژلي او د هغوي رینجر م وټر يې ویجاړ کړی احمدي وايي چي د دوي ملګرو نن د کابل کندهار پر لویه لاره دزابل له مرکز س� �ه نژدي د پولیس یو رینجر چي په ګزمه بوخت و په ماین والوځاوه چې دده په خبره پکښي سپاره ټول پولیس ووژل سول احمدي زیاته کړه چې دغه پيښه نن ماپښین پر دوې بجې رامنځته سویده د زابل د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي وايي چې ماین چاودیدلی نه بلکه پولیس خنثی کړ او وایی چې هیڅ تلفات نلري، تېره ورځ هم طالبانو په زابل کې د څوارلس دولتی سرتیرو د وژلو دعوه کړي وه چې امنیتی چارواکو یواځي دوه ټپیان م نلی ول"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طنز تکتېکونه ( د محمود نظری لیکنه )", "output": "طنز هغه شیوه(لاره اوروده) ده چې طنز � �یکونکی د یوې خبرې یا پېښې د ظاهري مانا څټ(ضد) موږ ته ښيي، هغه یو شی وایي خو موخه یې بل شی وي. طنزلیکونکۍ داسې یو موقعیت جوړ وي چې اوریدونکی یې انتظار نه وي.د دی کار لپاره تکتېکونه بېل بېل دي افلاطوني طنز ـ platonic irony : په دې ډول طنز کې ویونکي ځان ساده ښيي او د بل نه یې پوښتنې او زده کوي چې د� �ته د ویونکي اصلې هدف (موخه) د مخاطب د عیبونو ښکاره کول دي. كلامي يا بلاغي طنز rhetrical irony دا ډول طنز تر ټولو ساده او معمولي طنز دی، چې طنز لیکونکی یا ویونکی د اصلي موضوع ضد وایي .ننداره یز يا تراژيك( په ویر لړلۍ) طنز :دا ډول طنز ډیرد نندارمې په جوړښت تکیه لري ،چې ښه ا و نامتو بېلګه يې دو ه مانا یزطنز sustained irony ، دی لکه دسوفوكل نامتو ننداره اديپ شاه ده ، چې په هغه کې مم ثل داسې خبرې کوي چې دوې ماناوی لري او پایله یې داسې وي چې لیدونکی يې انتظار نه لري . دا بیا د م وقعيت طنز جوړوي. رومانتيك طنز : هغه طنز دی چې شاعر يا لیکونکی په جدی توګه او په ولولو یو موقعيت بیانوی وي خو ناببره چوپیږي او خپل په جدی والي خاندي، او پر هغه ملنډی وهی. دلته دم وضوع غلو کول د طنز ویلو مهم اصل دی .تعزیه طنز: دطنز تعزیه جوړښت د خیر او شر ،د نیکی او بدی په مخامخ کیدو ولاړ دی، چې دا ډول طنز مځکې ته د آدم (ع) دراتګ او دشیطان سره په شخره پیل کیږی اوتر ننه دوام پیدا کويچې تعزیه طنز دوه ډوله: خندونکی او ژړونکی دی چې یو بل سره توپیر لري چې خندونکي طنز ته یې خوشالونکې تعزيه هم وایي.د بېلګې په توګه دلته د قيام مختار ثقفي تعزيه راوړو: شاعر ابوخليق د سزا نه د خلاصون لپاره ځان په لیونتوب وهی زاړه کالي اغوندي او دښتې ته وځي. ابوخليق:بـِـكنم من لباس نو از بربـُـكنم من لباس پاره به براسب چوبي روم سوار شومبروم، بلكه راهوار شومپه لاره کې ابراهيم بن مالك اشتر، چې د مختار دوست دی هغه ویني .ابوخليق: نباشم هماورد او در ستيزچو ديوانگان من نمايم گريزابراهيم:بگو كيستي گشتهاي اينچنين؟ابوخ� �يق:روم جنگ سازم به خاقان چينابراهيم: كجا ميروي اينزمان از وفا؟ابوخليق:روم سوي ده، منزل كدخداابراهيم:بهتندي كجا ميروي در جلو؟ابوخليق: روم توي حمام، نوشم پلو!ابراهيم:سرت را جدا مينمايم ز تنابوخليق:برو پس، لگد ميزند اسب من!بیا یې لکه لیوني اپلاتې پیل کړې.ابوخليق:گل سرخ و گل زرد و گل ياسدرخت پاچنار همسايهي ماسشبي كه كوه دماوند مينمود خروشدويدم و دو _ سه تا دم كـــُـني گذاشتم روششبي كه باد بيامد از آن زمينلرزهنگاه كردم و ديدم پيچ زمين هرزه!و داسی نور. لمنلیکونه: ۱ـ ویکیپدیا، دانشنامه- آزاد۲-.daftaretanz.com/index.php?option=com_ ۳-مجله تخصصي علمي زبان و ادبيات فارسي دانشگاه قم ۴-ادبيات بهاران : محّمدعلي علومي انتشارات کاروان۵-"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دو رویه", "output": "دو رويه شګوفه دستګیر له آينې نه هيڅ ګيله نلرم پرېږده دوه مخې وي دروغ ووايي د هغه کس دروغ زغملای نشم چې مې د زړه دنيا کې د باور خښتو نه هغه ته يوه دنيا جوړه کړه نازک بدن او پاک روح مې د زړه له کومې ورته وبښلو زما وجود نه يې خپل خوند واخيسته وفا يې زما مخکې په کلکومزو وتړله خو بيا يې نورو ته بې شرمه او ناپاکه ښځه وپېژندم اديب :- مينه جانې - زه هم درته څوبيته ډالۍ كوم وايي: له درده بيخي لرې له درمانه بيخي لرې آرمان چې اوسېدلى له جهانه بيخي لرې غالبه ده پرې څومره بدرنګي غفوره خدايه داځينې خلك اوسي له ايمانه بيخي لرې توبه ده داته څه وايي چې زه وايمه داسې ژوندون مې ښه تېرېږي بې له تانه بيخي لرې عجيبه ده په يوه كلي كې څنګ په څنګ اوسېږو بياهم جانان له مازه له جانانه بيخي لرې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شکریه بارکزۍ: افغانان به د ښه او بد تر منځ نه بلکه د بد او بدتر تر منځ ولسمشر ټاکي", "output": "م یرویس جلالزی د وړاندوینو له مخې، ټاکل شوی چې د راتلونکي هجري لمریز کال د جوزا په میاشت کې د ولسمشر ح امد کرزي د ماموریت موده رسماً پای ته ورسیږي. د ټاکنو د قانون له مخې چې ولسمشریز انتخابات باید د جوزا میا� �تي څخه یوه میاشت دمخه یعني د غویې په میاشت کې صورت ومومي. دغو ټاکنو ته لا دوخته د حامد کرزي په ګډون یو شمیر سیاسي څيرو لکه اشرف غني احمدزی، علي احمد جلالي، رمضان بشردوست، ګلاآغا شیرزي او یو شمیر نورو کسانو ځانونه نومولي دي.د سیاسي چارو شنونکي او د پارلمان غړي شکریه بارکزۍ د فرانسې آژانس ته ویلي چې ټاکني به زیاتي پیچلي وي او افغانان به داسي کس ته رایه ورکړي چې څه نا څه د هغوي د منلو وړ وي . میرمن بارکزۍ وایې چې راي ورکونکي به د ښه او بد تر منځ نه بلکه د بد او بدتر کس تر منځ توپیر وکړي او هغه ته به رايه ورکړي دا ځکه چې په ټاکنو کې داسي کس نه شته چې پرې حساب وشي. شکریه بارکزۍ چې د ولسمشریزو انتخاباتو د رايې ورکوني د یو مرکز مخي ته ولاړه ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ازبکستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ غزوي", "output": "میرویس جلالزی ازکستان دولت غواړي د هغه هیواد او افغانستان تر منځ د اوسپنې یوه سوداګریزه پټلۍ وغزوي. د دغې پټلۍ د جوړلو چارې به د ۲۰۱۰ کال په لومړیو ورځو کې پیل او د همدې کال تر ورستیو میاشتو پورې به سره ته ورسیږي. د ازبکستان د باندنیو چارو وزارت مرستیال وایې چې دغه پټلۍ به د حیرتان له بندري ښارګوټي څخه د مزار شریف تر ښار پوري وغزول شي. د دغې پټلۍ اوږدوالی ۷۵ کیلومتره ته رسیږي چې پرې ټول ټال ۱۶۵ ملیونه ډالره لګښت راځي چې ۱۶۰ ملیونه یې د اسیا د پراختیایې بانک له لوري او پاتې نور یې د افغان دولت له خوا ورکول کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په جلال اباد کې د نارنج دګل مشاعره", "output": "١٩ د وری ١٣٨٤ د ننګر هار ولايت په مرکز جلال اباد کې نن د (نارنج ګل) دوديزه مشاعره او مېله د نارنج د ونو تر سيوري لاندي جوړه شوه او تر اوسه پورې دوام لري. د نارنج ګل دوديزه مېله د ډېرو کالونو راهيسي په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو ولايتونو او سېمو د ادېبانواو شاعرانو په ګډون دنوي کال او پسرلي په هرکلي کې جوړيږي. په روانه مشاعره کې د ګڼو ليکوالو او شاعرانو تر څنګ د افغانستان د حکومت د کابينې څو وزيرانو هم ګډون کړي دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مسکو: افغانستان ته به د سرتیرو استول زمونږ حماقت وي", "output": "په ناټو کې د روسیې استازي وی� �ي چې روسیه نه غواړي یو ځل بیا په خطا لاره پلونه کیږدي او په افغانستان کې پوځي حضور ومومي.ښاغلي دیمیتري � �وګوزین وویل چې مونږ نه غواړو د افغانستان په پوځي روانه عملیه کې ور داخل شو او که چیرته روسیه افغانستان ته سرتیري واستوي نو دا به یو بي ځایه او احمقانه کار وي. د روسي چارواکو دغه څرګندوني په داسي ح ال کې راځي چې د مسکو او کابل تر منځ د پوځي همکاریو په اړه پراخي ګنګوسي خپري شوي دي. روسیه چې یووخت یې په افغانستان کې شاخوا یو نیم لک پوځيان لرل اوس له افغانستان سره د پوځي مرستو په برخه کې ولاړه ده خو نه غواړي چې په افغانستان کې سرتیري ولري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهسک ګریوان", "output": "غم له غم نه نه شرمیږي لکه اوښکې په خندا هم نه پو هیږي لکه اوښکې په ماتم دشپې کتار دستورو څاڅکي په ګریوان د هسک څڅیږي لکه اوښکې کا ش چې وړی ئې یو ځل وای غم تو پان وای دم په دم په ما اوریږي لکه اوښکې خا طرې مې دې هیڅ نه پریږدي بل غم ته په خا طر چې مې بهیږي � �که اوښکې دفطرت په بې رحمۍ شبنم ژړیږي په رخسار دګل تویږ ي لکه اوښکې لپې لپې مې نیمګړي ارمانونه په سرو سترګو کې غړیږي لکه اوښکې نه تم کیږي دخوښۍ لحظې (حسنه) بې اختیاره روانیږي لکه اوښکې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داستاد حکيم تڼيوال دوهم تلين ونمانځل شو(رپوټ)", "output": "; &n; bsp; ; په خوست کې دارواښاد استاد حکيم تڼيوال دوهم تلين ديوې پراخې راټوليدنې په ترڅ کې و� �مانځل شو.هغه مراسم چې دخوست شيخ زايد پوهنتون دغونډو په خونه کې جوړشوي وو، دخوست پرمرستيال والي طاهرخان صبري سربيره دشيخ زايدپوهنتون ريس دوکتورګل حسن وليزي د بيلا يبلو ادارو مشرانو دکلتوري اومدني ټو� �نواستازودخوست شيخ زايدپوهنتون استادانواومحصلينوګډون کړي وپه سرکې دپاک قران دڅومبارکواياتونوترت� �اوت وروسته مراسم دملي سرودپه غږولوسره رسماٌ پيل شول وروسته دخوست شيخ زايدپوهنتون ريس دوکتورګل حسن و� �يزي ويناوکړه دارواښاد استادحکيم تڼـيوال دژونداوچاروپه هکله يې دراټوليدني ګډنوالوته مفصل مالومات وړاندي کړل اوويي ويل چې استادهغه څوک و،چې تل يي دخپلوخلکودخدمت اودهيوادابادۍ لپاره نه ستړيکيدونکي هلې ځلي کړي اودبي وزلوخلکو سره يې دهر رازستونزو په هواري کې لاسنيوی کړی، دی دسترې حوصلې څښتن و اوهر کار به يې دفکر اوشعور پر بنياد ترسره کاوه هيڅ وخت يې داحساساتو په مټ فيصلې نه دي کړی .دده کارنامې به دتل � �پاره دتاريخ په ځليدونکي پاڼه راتلونکي نسل ته پاتې وي.اوبيا مرستيال والي طاهرخان صبري ويناوکړه ده وويل چې دخوشالۍ ځاي دی چې خوستيان اودخوست شيخ زايدپوهنتون استادان اومحصلين ددغه سترعلمي شخصيت ددوهم تلين لم انځنه کوو ده زياتوله چې استادحکيم تڼيوال هغه تن وچې خوست ته يې دافغان پوهنتون په را انتقال کې زياتي م نډي ترړي کړي همداشان ارواښاد استادحکيم تڼيوال هغه شخص و چې په خوست کې ددولتي حکميت ريښي يې ټينګې کړي او خوست يې دخپلسرو وسلوالو او دانارشۍ څخه وژغورو او دخوستيانو لپاره يې دامن فضا رامينځ ته کړه دقومونواوخ� �کوترمينځ يي دورورلۍ رسۍ ټينګه کړه .ورپسې د خوست شيخ زايدپوهنتون دطب پوهنځی استاددوکتورمحمدعثمان دسوداګرۍ داطاقونوريس نواب اميرزي ،دشيخ زايدپوهنتون داستادانوپه استازيتوب پوهنمل استادشرافت ،دخوست علمي اوف� �هنګي مرکزيامډيوټيک مشرزاهدشاه انګار،دشيخ زايدپوهنتون دمحصلينوپه نماينده ګۍ نصيراحمدروښان اود� �هيداستادحکيم تڼيوال کورنۍ غړوپه نماينده ګۍ ډاکترګل والي دحقوقواوشرعياتوپوهنځي ريس استادصافي اونوروخب� �ي وکړي دوي ټولوداستادحکيم تڼيوال په هکله خپلي ترتيب کړي مقالي اوشعرونه ولوستل اودخپلو مقالو او وينا په لړ کې يې غوښتنه وکړه چې دده په نوم دې دخوست په شيخ زايدپوهتنون کې يوعلمي اواکاډيميک مرکزجوړاودده تلين د هر وخت وړاندې ديوه پراخ پروګرام له لارې په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي .ديادولو ده چې ارواښاد استاد حکيم تڼيوال دژوند په اوږدوکې په يو شمير نورو دندواوکړيو خدمتونو سربيره دجهاد په دوران کې په پيښورکي دافغانستان دټولوپوهنتونونو داتحاديي مشر او دافغانستان دازادو ليکوالو ټولنې ريس ،په کابل پوهنتون کې داستاد،دخوست والي، دمعدن اوصنايعواوکارټولنيزوچارو وزيراو دژوند په وروستيو شپو اوورځوکې دپکتيادوالي په صفت دندي ترسره کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تاجګستان په بلخ كې خپله يوه څانګه پرانيزي", "output": "په تاجكستان هيواد كې دمخدره توكو پرضد دمبارزي درياست مشر (جنرال رستم نظروف) وويل:دراتلونكو لسوورځو په ترڅ كې به دمزار شريف په ښار ددې ادارې يوه څانګه فعاله كړي.نظراوف وويل:په دې اړه يي تيره اونۍ په كابل كې ديوشميرافغان چارواكوپه كډو ن دمخدره توكو دقاچاق پرضد دمبارزي له يوشميربهرنيو چارواكو سره هم په خبري كړي دي. دغه اداره به ددواړو هيوادونو ترمنځ دمخدره توكو دقاچاق كوونكو دمخنيوي په برخه كې له يوبل سره مرسته وكړي. دتاجكستان دمخدره توكو پروړاندې دمخنيوي اومبارزي رياست لا له پخوا څخه دكندز او بدخشان په ولايتونو كې يوه يوه څانګه لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بې بې سې راډيو يو ستر كمپاين پيل كړ", "output": "د رپوټونو په حواله دبې بې سې نړيوالې راډيوې شبكې چارواكې هڅه كوې چې په خپل دې دوه مياشتنې كمپاين كې د افغانستان په شپږو لويو ښارونو(كابل، كندهار، غزنې، جلال � �باد، مزارشريف او هرات كې خپله راډيويې وړتيا د نورو خبري چاپې تصويري او صوتې رسنيو په وړاندې معلومه كړې. د دې راډيو يوه چارواكې ( الين بوت) وويل دا لومړى ځل ده چې بې بې سې په دې كچه ستر كمپاين په لاره اچوې تر څو خپل توان او جذابيت دپرمختللې نړۍ په ډليزو رسنيو كې د افغانستان په دننه كې معلوم كړې. دا راډيو چې له څه باندې دوو لسيزو � �اپدې خوا په افغانستان كې په بريالۍ توګه خپرونې كوې او دم ګړى دافغانستان په ۱۸ ولايتونو كې په اف ام څپو خپرونې لرې. ويل كيږې بې بې سې د افغانستان ۷۰ فيصده نفوس دم ګړى تر خپل نشراتې پوښښ لاندي لرې او د افغانستان په دننه او بهر كې بې شمېره اورېدونكې لرې چې د هري بلې افغانې راډيو په پرتله بېسارې دې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عاجل خبر: هلمند کې ځانمرګی برید ۷ پولیس ووژل", "output": "نن سهار شاوخوا نهه نیمي بجې د هلمند ولایت د پولیسو قوماندانۍ ته مخامخ د تلاشۍ د چوڼۍ پر ساتونکو ځانمرګی برید وشو. له سیمې څخه د بینوا ویب پاڼي همکاران وایې چې برید کونکی پلی دروازې ته نژدې شو او خپله له بمونو ډکه سدرۍ یې چې تر څادر لاندي یې پټه کړي وه والوزوله. په دې چاودنه کې د دې خبر تر خپریدو پوري د یوازي اوو پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی. د هلم ند د والي ویاند داود احمدي وایې چې په برېد کې لس نور پولیس ژوبل شوي هم دي. ټپیان د لښکرګاه ښار د بست روغتون ته لیږدول شوي او د دې خبر نور تفصیل به وروسته روښانه شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پیښور: وسله والو طالبانو پاکستانی چارواکی آزاد کړ", "output": "د پاکستان له لانجه مني سیمې سوات څخه تښتول شوی حکومتي مامور خوشهال خان نن د ځايي طالبانو له خوا آزاد شو. د طالبانو ویاند مسلم خان وویل چې خوشهال خان یې د خپلو دوو برمته شویو طالبانو په بدل کې له پاکستاني دولت سره تر یوې معاملې وروسته آزاد کړی دی.د طالبانو دغه دوه چاروکي تیره اونۍ د پاکستاني دولت له خوا په پیښور کې نیول شوي ول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسپيني ادې دټولني د خواخوږۍ او خواشینۍپیغام", "output": "په ډېري خواشینۍ سره مو د بېنواویب پاڼي نه خبرترلاسه کړ چي دهېواد تکړه او وتلي لیکوال ، ژبپوه او کره کتونکي ښاغلي استاد محمد آصف صمیم پ� �ار ، ددوشنبې په ورځ پېښور کي دورپېښي شوي ناروغۍ له امله له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې .اناالله واناالیه � �اجعون دپاک او سپېڅلي رب نه وارواښاد ته دفردوس جنت غوښتنه کوو، او خپل استاد او دهغه ټولي کورنۍ ته دزړه صبرغواړو.فهیم ساپی - هرات"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مجلې او کتابونه", "output": "کتابونه دريابونه د بېنوا فرهنګي ټولني له خوا خپاره شوي ١٦ ټوکه کتابونه او د ښکلا مجلې دوې پرله پسې ګڼي د لمبې مجلې کال ګڼه ، د ميوند مجلې پرله پسې لسمه ګڼه او نوې هوسۍ د بېنوا فرهنګي ټولني د اروپا ، انګلستان او امريکاڅانګو ته رسيدلي دي . مينه وال يې کولای شې له نوموړو څانګو سره اړيکي ټينګي کړي . دډيرو مالوماتو لپاره داکرښه کښېکاږئ !"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دعلامه رشادبابا رح ادبي بهير او په سيمه کي کلتوري هڅي", "output": "دوشنبه د غبرګولي ٢مه نېټۀ ( خليل الله سرور - کندهار ) دغبر ګولي دمياشتي پر دوهمه نيټه دراډيو تلويويزن په تالار كي دلوي كندهار دكلتورى مركي غونډه دنوموړي مركي د مشر ښاغلي ډاكټر طارق رشاد په مشرتابه پر پنځه بجې پيل شوه . په غونډه کي دلوي كندهار ديو شمېر كلتورى ټولنو مشرانو ، كلتورى موسساتو مشرانو ، لوړو كلتورى شخصيتونو ګدون كړي وو او د ۲۷ تنو كارى ډله جوړه او پنځه كسيز پلاوي ته دا دنده وركړه سوه چي تر راتلونكي اوونۍ پوري دنوموړي مركې ګډون لاره جوړه او غونډي ته درايي اخستلو او تصويب لپاره راوړي. همدا ډول ټاکل شوې ده چي سبا دغبرګولي پر دريمه نېټه دښوونكي ورځ په پر تمين ډول ولمانځي او دپوهني درياست سره په دي اړه هر اړخيزه مرستي وكړي. د لوی کندهار ادبي مرکه له هغه وروسته جوړه شوې ده چي دافغانستان د جنوب لويديځي حوزې ولايتونو مېشتوکلتوري ټولنو د يوه ګډ ادبي بهير پر تاسيس پرېکړي ته ورسېدل . دا ادبي بهير (د علامه رشاد بابا ( رح) ادبي بهير ) په نامه ياديږي . ددې ادبي بهير بنسټ اېښودونکي وايي چي په سيمه کي به د علامه رشاد بابا ادبي بهير په فرهنګي او کلتوري هڅو په پرمختګ کي پام وړ بدلون راولي. په کندهار کي د هيواد کلتوري ټولني مشر ښاغلي واصل حسنيار وويل چي د تېرو شپږو مياشتو راپه دې خوا يې د سهيل لوېديځو ولايتونو له ډيرو ليکوالو او پوهانو سره تر مشورو او خبرو وروسته دعلامه رشاد بابا ادبي بهير تګلاره دوې مياشتي مخکي جوړه شوې . او اوس به يوازي د ولايتونو په سطحه خپل استازي ټاکي او څانګي به جوړوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تښتول شوي ترکي انجینران بېرته خوشې شول", "output": "بېنوا-کابلدهرات ولایت دملي امنیت ادارې نن خبر ورکړ،هغه دوه تنه ترکي انجینران چې پنځه ورځې وړاندې پدغه ولایت کې دنامعلومو وسلوالوکسانو لخوا تښتول شوي ؤ تېره شپه بېرته خوشې شول.دملي امنیت چاروواکوداندي ویلي چې دغه انجينران چا تښتولي ؤخوزیاته کړې یې ده چې پدې اړه ددوی پلټنې روانې دي .تراوسه ددغو کسانو دخوشې کیدو لامل هم ندی څرګند شوی.دسرچینې په وینا دغه دوه تنه انجینران دامهال کابل ته لېږدول شوي دي.دغو ترکي انجينرانو د هرات په صنعتي ښارگوټي کې پر يوه سړک کارکاوۀ چې د چنگاښ پر ٢٤، له سرحدي پولې اسلام کلا څخه وتښتول شول.له دغو دوو ترکي انجينرانو سره دهغوی يو افغان ژباړن هم تښتول شوى ؤ .په هرات ولایت کې تر دې وړاندې هم ګڼ بهرنيان تښتول شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوى لوى څارنوال وټاکل شو", "output": "د ولسمشر حامد کرزي د يو حکم له مخې د لويې څارنوالۍ اوسنى م� �ستيال محمد اسحق الکو ولسي جرګې ته د لوى څارنوال په توګه د باور رايې لپاره وړانديز شوى دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كندهار كې د ناټو يو سرتېرى ټپي شو", "output": "دغه سرتيرى د كاناډا هيواد پوړي اړوند دى چي د ناټو ځواكونو په چوكاټ كي يې دنده ترسره كوله د كاناډا د دفاع وزارت وياند هيوغ جونسن وويل نوموړى سرتيرى دشنبې په ورځ د افغان او ناټو ځواكونو سره د ګزمې په حال كي و، چې موټر يي د سړك د غاړي په ښخ شوي بم برابر شو، هيوغ زياته كړه كه څه هم دغه سرتېرى سخت ژوبل شوى دى خو روغتيايي حالت يي د ډاډ وړ دى. تر اوسه لانه ده روښانه چې يادشوي بم د چا لخوا ځاى په ځاى شوى وو. دم ګړى د افغانستان په سهېل كې د كاناډا ۲۵۰۰ سرتېري مېشت دي چې د ماموريت له پيل څخه يې راهيسي ۴۴ سرتيري وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "واشنگټن پوست: د کرزي او بایډن تر مينځ پر فساد ناندرۍ)", "output": "واشنگټن پوست: د کرزي او بایډن تر مينځ پر فساد ناندرۍ) سرچینه: واشنگتن پوست نيټه: د فبرورۍ میاشتي پينځمه د واشنگټن پوست، ورځپاڼه لېکي چې په تېره فبرورۍ کې د امریکی مرستیال ولسمشر جوزېف باېډن چې کابل ته � �اغی او د ماښام د ډوډی په سر له ښاغلي کرزي نه په افغانستان کې په حکومت کې د ادارې فساد په باب پوښتنه وکړه، خو هغه اطمېنان ورکړ چې هلته اداري فساد نه شته. ورځپاڼه لېکی چې ۴٥ د قېقې وروسته جوزېف باېډن او دوه نور سناتوران دوخت د پاې نه مخکې پورته شول او ولاړل. رپوټ واېې اوس چی جوزېف باېډن چې اوس د جمهوري رېاست مرستېال دی نو د ښاغلي کرزي او افغانستان لپاره نړۍ بدله شوې ده. په سپېنه ماڼی کې ښاغلی اوباما هغه غېر موثر وباله او خارجه وزېرې هېلری کلنټن ووېل چې هغه د مخدره موادو په دولت باندی رېاست کړې دي. هغه ام� �ېکایېان چې د افغانستان پالېسی جوړوي له هغوی سره دا وېره ده چې دا جگړه باېلل شوې ده. هغوی لوړه کوی چې � �ه مرکزی حکومت نه تېرشی او مستقېما له والېانو سره معامله وکړي. واشنگټن پوست لېکی چې په داخل کې هم ښاغلی کرزي له پراخه بغاوت سره مخامخ دی او عام خلک ېې د اقتصاد دنه پرمختگ او په اداری فساد ککړو عالې � �تبه مامورانو د موجودېت له امله، چې دده د حکومت په هره برخه کې شته دي مسوول بولي. واشنگټن پوست لېکی، اوس مهمه خبره دا ده چې انتخابات را رسېږی. ښاغلی کرزي واېې چې دې به له راېو ورکوونکېو نه خواهش وکړي چې ده ته د پنځو نورو کلونو لپاره راېه ورکړي. انتخابات د اگست د ٢٠ مې لپاره کېدونکي دي. واشنگټن پوست لېکی په ېوه سروي کې ښودل شوې دي چې په سلو کې ٨٥ کسان واېې دوي نېټ کړې دې چې له ښاغلي کرزي نه پ� �ته بل چاته راېې ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "١٣ تنه طالب جنګيالى ارزګان کې وژل شوي دي .", "output": "١٣ تنه طالب جنګيالى د جمعې سهار د ارزګان د ترينکوټ ښار ته نږدې ميراباد سيمه کې وژل شوي دي . کندهار کې د اتل قول اردو قوماندان جنرال روفى بينوا ته وويل وسله وال طالب جنګيالى هغه مهال ووژل شول چې د ملى اردو ځواکونو په کاراوان يې وسله وال بريد وکړ . ده وويل چې په وژل شوو کسانو کې ٢ تنه پاکستانيان هم تر سترګو کيږي . روفى وايى جګړې ٢ ساعته دوام کړى او د ملى اردو ځواکونو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى . د طالب ډلې يو وياند يوازې د ٢ تنو طالبانو او ٨ دولتى عسکرو د وژلو خب� �ه منى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د (( بېنوا )) وېبپاڼې کليزه دې بختوره وي !", "output": "تر هر څه د مخه په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې او د خپل ځان له خوا ، د بېنوا وېبپاڼې د لومړنۍ کليزې له امله د زړه له کومې مبارکۍ او نېکې هيلې وړاندې کوم . د بېنوا وېبپاڼې درنو چلوونکو ، ګرانو دوستانو ،تر هر څه د مخه په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې ، په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې او د خپل ځان له خوا ، د بېنوا وېبپاڼې د لومړنۍ کليزې له امله د زړه له کومې مبارکۍ او نېکې هيلې وړاندې کوم .ستاسو درنې او مهمې پاڼې د دغه يو کال په اوږدو کې ديوې پښتو برېښنايي رسنۍ په توګه ، د ژورناليستيکو هڅو په لړ کې نه هېرېدونکي خدمتونه تر سره کړل . ستاسو د اوږده مزل لومړنی کال ډېر اغېزمن ، ستاسو لومړنی ګام ډېر پوخ او ستاسو لومړنۍ هڅه ډېره د ارزښت وړ وه . تاسو په ټوله نړۍ کې د پښتنو تر منځ د اړيکو د يوې ښې وسيلې په توګه کار وکړ ، تاسو خواره واره هېوادوال د وطن ، د کلتور او ادب دمينې په زمزمو روږدي کړل ، تاسود افغان کلتور د ودې په لاره کې او د پېژندنې په لاره کې يې نه هېرېدونکې هلې ځلې وکړې . هيله ده راتلونکی کال مو له لا زياتو برياوو ډک وي ، ستاسو مينه وال هېوادوال به ستاسو دبرياوو دعاګانې کوي او نويو نوښتونو ته به مو شېبې شمېري . په مينهزرين انځورجرمني ، د کولن ښارد ٢٠٠٥ د جون ٢٥"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار : دحامد کرزي په ملاتړ لويه غونډه وسوه", "output": "احمد لودين په کندهار کي دسهيلي حوزي په کچه ټولو ښاري اوسيدونکو ، دکندهارولايت سوداګرو ، فرهنګي مشرانو ، دکندهار پوهنتون استازو ، ديني عالمانو او ګڼ شمير قومي مشرانو نن ديوي لويي او پراخي غوندي په ترڅ کي اولس مشرۍ ته دنوم اند حامد کرزي څخه ملاتړ اعلان کړ .ويناوالو په خپلو ويناوو کي وويل چي حامد کرزي يوازي دکندهار او پښتنو انتخاب نه دي بلکه دنړۍ په سطحه د ټولو افغانانو او په هيواد کي دميشتو قومونو ټاکنه او رهبر دي دوي وويل د جنوب غرب حوزي ټول اوسيدونکي به حامد کرزي ته دټاکنو په ورځ رايه ورکوي .د يادوني وړ ده دا چي ټاکنو ته يوازي يوه اونۍ پاتي ده او يوه اونۍ مخکي د دواړه کانديدانو ټاکنيزي سيالۍ پيل سوي دي چي دحامد کرزي سيالۍ رواني او د داکټر عبدالله سيالۍ مخ په ټپه ولاړي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په يوه ترافيکي پېښه کې ١ تن مړ او ١١ ټپيان شول", "output": "په هغه ترافيکي پېښه کې چې پرون له غرمې و� �وسته دکابل - کندهار د لويې لار په اوږدو کې د قلات او شاجوى ترمنځ سيمه كي رامنځته شوه، له امله يې د چارواکو په وينا ١ تن مړ او ١١ تنه ټپيان شوي دي. د پېښي لامل د ټونس موټر زيات ګړنديتوب بلل شوى چي ټپيان يې د زابل � �وغتون ته لېږدول شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنی: د وژلو شويو ميرمنو کورنۍ خپل مړي غواړي", "output": "د غزني ولایت په آرزو کلی کې د طالبانو له خوا د وژل شويو دوو افغانو ښځو کورنۍ د هغوي مړي غواړي خو تر اوسه ورته نه دی سپارل شوي. دا دوه ښځي څه باندی یوه اونۍ دمخه د غزنی ولایت له مربوطاتو څخه د طالبانو له خوا په دې تور ونیول شوې او بیا ووژل شوې چې گواکي له امریکايي ځواکونو سره ېې اړيکي لرلي .دا دوه ښځي چې په عام محضر کی ېې 24ساعته مړي سره لمر ته پراته ول اوس نده څرگنده چې دا مړي چا او چيرته وړي دي . د آرزو کلي هديره چې په يوه غونډۍ د واټ پر سره پرته ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قوش تپې پر ولسوالي بريد سوى دى", "output": "د جوزجان ولايتي چارواكي وايي نامعلومو وسله والو تېره شپه د دغه ولايت د قوش تپې پر ولسوالي بريد كړى چي له امله يې يوه ګولۍ د ولسوالۍ پر وداني لګېدلې ده، خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.د جوزجان د والي وياند روح الله سمون بېنوا ويبپاڼي ته وويل وسله وال تر ب� �يد وروسته تښتېدلي دي، خو په اړه يې پلټني رواني دي، ښاغلي سمون يې پړه پر ناقانونه وسله والو باندي واچو� �ه.د يادوني وړ ده چي درې شپې دمخه هم د دغه ولايت د منجګك ولسوالي پر امنيه قومنداني بريد سوى و چي له امله يې د پوليسو يو رينجر موټر ويجاړ سوى او ۱۷ ميله وسله د بريد كوونكو لاسته ورغلې وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مړوند مجلې درېيمه ګڼه له چاپه راووته", "output": "مړوند مجله په کندهار کې د مړوند کلتوري مرکز دوه مياشتنۍ سياسي، ټولنيزه او کلتوري خپرونه ده، ژبه يې کره او سپينې خبرې کوي چې موخه يې د هېواد، کلتور او ملي ګټو ساتل دي، تر دې مخکې يې دوې ګڼې چاپ شوې چې اوس يې درېيمه ګڼه څه وخت مخكې له چاپه راوتلې ده مينه والو ته پکښې لاندې مضامين او مطالب را غونډ شوي دي: 1. اوږدمهاله ګډه ستراتيژي او پښتونستان 2. د افغانستان د بيا ودانولو په وړاندې پراته خنډونه 3. د اسامه د نيولو نوې هڅې 4. يو بام دوې هواوې (له متوکل سره مرکه) 5. کلتوري تشه هاليوډي څپې 6. نوم يې خوږ دی 7. د برطانيې په جاسوسي ادارو کې ستر بدلونونه 8. د مخدره موادو مخنيوی که نسل وژنه 9. په کندهار کې د اداري اصلاحاتو اساسي اړتيا 10. د کام اير په مړو اوس هم مرغان ګېډې ډکوي 11. د مطبوعاتو ګپ شپ 12. ولې ځکه چې؟! 13. د مشاورينو جوال که وزېردانۍ همدارنګه ګڼ شمېر شعرونه او نور په زړه پورې مطالب پكښې لوستلاى شئ! مړوند په افغانستان او ټوله نړي كښي گډون كوونكي مني . مړوند ته په لاندې پتو خپلې ليكنې او مطالب را لېږلاى شئ! پوستي شمېرې: كندهار (۹) – كابل (۱۵۳۸). تليفون شمېرې: ۰۷۰۳۰۲۰۴۴- ۰۷۹۴۴۷۳۷۳ برېښناليك: marwand_journal@yahoo.com دفتر ادرس: هرات دروازه الجديد موبايل شاته، ملك عبدالواحد نيازي اپارتمانونه، كندهار."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اندونیزیا: د سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمیره نوره هم لوړه شوه", "output": "جلالزی د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې د سیلاب د راوتو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان مړه شوي او په لسګونو نور د کورونو او ودانیو تر خاورو خزلو لاندي ګیر پاتي دي. دغه شمیره په لومړنیو رپوټونو کې خورا ټیټه وه. جاکا� �تا ټایمز ټلویزیون هغه انځورونه خپاره کړل چې د ژغورني ډلي ښیې چې له خاورو خزلو څخه ټپي او ګیر پاتي کسان را وباسي.دغه سیلاب ۴۰۰ د استوګني کورونه هم ویجاړ کړي دي.د ژغورني ډلي وړاندوینه کوي چې ښایي د مړو او ټپیانو شمیره نوره هم لوړه شي ځکه چې په لسګونو کسان له سیلاب وروسته د استوګنې له دغې سیمې تري تم شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اوکراین پارلمان لوموۍ وزیره وټاکله", "output": "د اوکراین پارلمان نن میرمن یولیا تموشینکا د نوموړي هیواد د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله .میرمن تموشینکا په ۲۰۰۴ کال کې د اوکراین د نا� �نجي انقلاب یوه له مهمو سیاسي څیرو څخه شمیرل کیږي . هغې نن پنجشنبه له پارلمان څخه ۲۲۶ رایې خپلي کړي چې د نو� �و هغو په پرتله خورا ډیري وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کې د بهرنیو وسلوالو ځواکونو شتون ګټې او زیانونه یي", "output": "ډیر خلک په افغانستان کی د بهرنیوو وسلوالو ځواکونو(ایساف، ناټو او متحدو قواوو) شتون د روسانو د یرغل سره مشابه کوی او وایې چی ایساف، ناټو او نور متحدین یي افغانستان ته د روسانو په څیر پخپله خوښه او د خپلو گټو د لاسته راوړ� �و لپاره راغلي دی. دا چی د روسانو یرغل افغانستان ته د ایسافو، ناټو او متحدو ځواکونو د راتگ سره څه توپیر لری او زمونږ د هیواد لپاره څه گټې یا زیانونه لری د لاندی پوښتنو په ترڅ کی به یی په گډه سره وڅیړو. د یادونی وړ ده چی پخوانې شوري اتحاد پر افغانستان باندی په کال ۱۹۷۹میلادی کی چی د ۱۳۵۸ هجری شمسي کال سره سمون ل� �ي یرغل وکړ او د افغانستان د زړورو ولسونو د غاښ ماتونکې ځواب څخه وروسته په کال ۱۹۸۸م (۱۳۶۷ه ش) کی ددغي خاوری څخه تیښتې ته مجبور شول. ایساف څرنگه او ولی افغانستان ته راغلل؟ په افغانستان کي د ډاکتر نجیب الله د رژیم د رانسکوریدو وروسته مجاهدین په کال ۱۹۹۲م (۱۳۷۱ه ش) کی واک ته ورسیدل ولی په خواشینۍ سره باید ووایم چی دوي ونشو کولاي په وطن کی بشپړه سوله او امنیت ټینگ کړی خپل منځې جنگونه پیل، ملی یووالی ویجاړ او د هیواد امنیتې حالات ډیر خراب شول. دا کار ددی لامل شو چی په کال ۱۹۹۶ م (۱۳۷۵ ه ش) کی د طالبانو اسلامی تحریک رامنځ ته کړی اود یو شمیر بهرنیو هیوادنو پوری تړلی ډلي چی دا مهال په افغانستان کې میشتې وي د مجاهدینو په څیر یی د طالبانو څخه هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړ. پدی توگه نوموړې بهرنې وسلوال وگړي او ډلي په افغانستان کی په اوږد مهاله توگه میشتي شوي. غربې نړۍ او د امریکا متحده ایالات په افغانستان کی د دا ډول خوځښتونو د � �تون څخه ډیراندیښمن وو او د ډار او شک په سترگه یی ورته کتل. کله چی په کال ۲۰۰۱ م کی د امریکا په متحده ایالاتو کی د سپتیمبر د ۱۱می پیښه رامنځ ته شوه، نو دي کار امریکا او ملگرو ته یی دا فرصت ورکړ تر څو د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته را ودانگي. پدی مانا که د سپتیمبر د پیښو جوړونکې (ماسټر ماین� �) په افغانستان کی وو او که نه خو امریکا او متحدینو یی غوښتل چی افغانستان ته خپل وسلوال ځواکونه د تروریزم س� �ه د مبارزی اوپه سیمه کی د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره راولیږدوی. له دی امله د ۲۰۰۱ میلادی کال د اکتوبر په میاشت کی چی د ۱۳۸۰ ه ش کال د میزان د میاشتي سره سمون خوری د طالبانو د حکومت پر ضد د امریکا هوایی بریدونه پیل او ددی کال د نومبر په میاشت کی د بریټانی صدراعظم (ښاغلي ټونې بلیر) په سمبولیکه توگه د بگرام هوایی ډگر څخه لنډه لیدنه وکړه. دا چی دا مهال په افغانستان کی د طالبانو رژیم ړنگ وو او یو متبادل افغانی حکومت د هیواد په پلازمیني کابل کی وجود نه درلود نو ځکه کولاي شو چی افغانستان ته پدی وخت کی د هر به� �نی وگړی راتگ پخپل سراو یرغل و گڼو. خو د همدی کال د دسمبر په میاشت کی د جرمنی هیواد د بن په ښار کی د ملگرو م� �تونو او د نړیوالی ټولني په مرسته یوه غونډه چی په هغی کی د هیواد اکثرو وسلوالو ډلو، دیو شمیر سیاسی گوندونو نمایندگانو، بعضی قومې مشرانو او په غربې نړۍ کی یو شمیر میشتو افغانی روڼ اندو برخه درلوده جوړه او دافغانستان لپاره یی راتلونکی سیاسی برښلیک او تگلاره وټاکله او دغه راز یی نوموړو بهرنیو وسلوالو ځواکونو ته په افغانستان کی د فعالیت اجازه ورکړه. دبن غونډی شپږ میاشتینۍ لنډمهاله اداره جوړه کړه او د دغی اداري د واکمنۍ په موده کی یی د بن غونډی د پریکړي سره سم بیړنۍ لویه جرگه راوغوښتل شوه چی په پایله کی یی د دوه کلونو لپاره انتقالی اداره جوړه کړه. او د انتقالی اداري په موده کی بله لویه جرگه را وبلل شوه او د هیواد � �پاره یی اساسی قانون تصویب کړ او د همدی قانون په رڼا کې د اکتوبر په ۹مه نیټه په کال ۲۰۰۴ م کی چی د ۱۳۸۳ه ش کال د میزان د ۱۸سمی نیټی سره سمون خوری په افغانستان کی د لمړی ځل لپاره ټول ټاکنی تر سره شوی چی په ترڅ کی یي ښاغلي کرزی صیب د هیواد د ولسمشر په توگه په غوڅ ا کثریت سره و ټاکل شوه. دا چی د بن د غونډی څخه تر ننه پوری د افغانستان چارواکو په بار بار غوښتنه کړی چی نړیوال ځواکونه دي په افغانستان کې د امنیت د ټینگښت په موخه پاتی شې نو پدی توگه په افغانستان کی د بهرنیو ځوااکونو شتون یو قانوني بڼه غوره کړه. ایا د دوي شتون ته په افغانستان کی اړتیا شته او که نه؟ که په افغانستان کی د احمد شاه بابا تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو نو جوته به شی چی په هغه وخت کی هم نني افغانستان د بهرنیو د فشار سره مخامخ وو یعنی د یووي خوا د فارس شاهانو او د بلی خوا د بخارا امیرانو د دی سیمي ځمکنۍ بشپړتیا تهدیدوله نو شاید له همدی کبله احمد شاه بابا دې ته اړ شوي وو چی په دې سیمه کې میشته قومونه سره منظم کړي تر څو د هیواد جغرافیایی او سیاسی قلمرو په بشپړه توگه سره وټاکي او په کلکه تری دفاع وکړي. هغه د خپلي واکمنۍ د دوری په یوه برخه کی د څلورو کلونو څخه په لږه موده کی شپږ ځلي تر کشمیر، سیند لاهور او پنجابه ورسیده هلته به یي حکومت جوړ او بیا به افغانستان ته راغی او ح تی تر دی چی په کال ۱۷۵۷م کی د ډهلی د نیولو وروسته او د خپل دویم زوی تیمورشاه د مقررولو وروسته هلته د م غلو کورنۍ/امپراتوری په سمبولیکه توگه په واک کی پریښوده او ورته یی وویل چی تاسي به د ډهلي کنترول په لاس کی لرۍ خو په سیمه کی به زما واکمنی منۍ. همدارنگه نوموړی د افغانستان په شمال کی د بخارا د امیر سره د جنگ او جگړی نه وروسته دې نتیجی ته ورسید چی دامو سین به د ننې افغانستان او بخارا بیلونکی نقطه وی. دا ډول پیښې او تر دی ورستۍ تاریخې پیښې دا جوته وی چی افغانستان تل د تاریخ په اوږدو کی د بهرنیو او په ځانگړی توگه د گاونډیو د ف� �ارسره مخامخ شوي دی. د پورته شرایطو په نظر کی نیولو سره او دا چی اوس مهال د افغانستان گاونډی هیوادونه د افغانستان په پرتله هم په نظامی او هم په مالی کچه ډیر پرمختللي او غښتلي دې پداسی حال کې چی افغانستان نه یوه پیاوړې اوردو لري او نه پولیس او حکومتی چاري یي هم د پردیو په لگښت چلیږی او په همدی حال کی د بهرنیو په لاسوهنه زمونږ ملي یوالی هم غښتلي نه بریښي او روان ژبني او سیمه ییز تعصبات هر وخت اور ته لمن وهلی شی، نو ښه به دا وي چی بهرنې عسکر تر یوي ټا کلي مودی پدی خاوره کی فقط او فقط د هیواد د ملي گټو، سیاسی او امنیتي ټیکاو په خاطر پاتي شي. د دوي د شتون څخه څنگه گټه واخلو؟ ۱. هر څه د مخه باید په افغانستان کی د دوی د شتون موده وټاکل شی. ۲. د دوي مسولیتونه، د واک اندازه او د عملیاتو څرنگوالي دي � �وښانه شي. ۳. دوي دې د افغانستان هغه سیمو ته واستول شی چی هلته امنیتی ستونزی او د گاونډیو لخوا امنیتی گواخونه وجود ولری.۴. هر بهرنی عسکر دی د افغانستان د قوانینو څخه د سرغړونی او د مجرم کیدو په صورت کی د یوی گډي افغاني او د اړونده بهرنی هیواد د محکمی لخوا د هیواد په دننه کې محاکمه شی.۵. د ملي اردو او ملي پولیسو په روزنه کی دی روښا نه ستراتیژی ولری او گړندي عملي گامونه دی واخلی.۶. دبیا رغوونی او پرمختگ د کارونو � �پاره دی خپلی مالي مرستي د افغانستان حکومت، خصوصی سکتور او مدني ټولني ته ورکړی.۷. په افغانستان کې د ټاکلی وخت نه د زیات پاتی کیدو په صورت کی دی د فعالیت ساحه ور محدوده شي او د افغانستان حکومت ته دی د قانون په رڼا کی مالیه ورکړی. د پورتینو او ورته مواردو د نه پلي کیدلو په صورت کی په هیواد کې د بهرنیو قواوو شتون د وطن او ولس په زیان تمامیدلای شي. پایتل دې وي افغانستان، ژوندي دې وي افغانان او پیاوړی دې وي اس� �ام."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هندي انجينير وژل شوي دي .", "output": "د طالبانو ي وياند قاري يوسف نن سهارخبري رسنيو ته ويلى : هند انجينير هغه مهال د دوى د پلويانو له خوا په ډز ووژل شو چې تيښته يې کړې وه . د زابل امنيتى چارواکو د شاه جوى ولسوالى کې يو مړى پيدا کړى چې تر ډيره بريده به د تښتول شوي انجينير وي . مړى کابل ته دطبى څيړنو په مخه ليږدل شوي دي . نوموړى هندى انجينير چې ساريا نارين نوميږى د جمعې په ورځ وتښتول شو. نوموړى د روشن د ګرځنده ټيلفون له پاره دبحرين هېواد د المويد له کمپنى سره کار کوو .د هند لومړى وزير من موهن سنګه ددغه هندى انجينير په وژنه سخت خفه شوى او دا يې يو غير اسلامى عمل بللى دى او سخته غندنه يې کړې ده . طالبانو ګواښ کړى وو ، که چيرې په ٢٤ ساعتو کې هندى کارکونکى له افغانستان نه ونوزى دغه هندى انجينير به ووژنى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان دولت د امونیم نایتریت په واردولو او خرڅلاو بندیز ولګاوه", "output": "د افغان دولت له لوري د ملک په دننه کې د امونیم نایتریت په خرڅلاو او واردولو بندیز لګول شوی دی. دغه بندیز تیره ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوری وضع شو. امونیم نایتریت داسي یوه ماده د چې په کرهنه کې هم ترینه ګټه اخیستل کیږي خو په دې ورستیو کې یې طالبان په هغو بمونو کې کاروي چې د ناټو او افغان ځواکونو پر وړاندي کارول کیږي. افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې دغه خطرناکه ماده باید په هیڅ وجه افغانستان ته وارده نه شي او خرڅلاو او استفاده یې هم پس له دې ممنوع ده . امونیم نایتریت په بازار کې په اسانۍ سره د موندلو وړ دي او په کور جوړو بمونو کې ترینه طالبان ګته اخلي چې د تخریب ساحه یې هم ډیره پراخه ده . د کرتني وزارت یوه چارواکي داود پنجشیري هم ویلي چې په تیر کال کې افغان سوداګرو په غټه پیمانه امونیم نایتریت د کرهني لپاره هیواد ته را وړي خو افغان بزګران نه پوهیږي چې دغه ماده له کرهني پرته په کومه بله برخه کې کارول کیږي. د پنجشیري پر وینا چې د ولسمشر د حکم پر اساس به وروسته تر دې امونیم نایتریت په افغانستان کې ممنوع اعلام شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آزادیدل دي پکار", "output": "زه پدی ژوند خوشحاله نه یم ختمیدل دی پکار د غلامی حلقه له غاړی خلاصیدل دی پکار کورموخراب وطن مو وران باغ او باغچی مو لوټ شوی زلمو � �اپاڅی یو قوت شی ویښیدل دی پکار که سره یو نشی وحدت او اتفاق ونکړی د دادا کوور مو لاس نه وځی خوزیدل دی پکار اور ورته بل کړی پکی وسیزی دا لوی اژدهار ددی بد جنسه لاس ,پښی ، سر پریکول دی پکار نور نو پدی او په هغی نومونو مه بیلیږی سره یو لاس شی د وطن ازادیدل دی پکار ------------------------------------------ نجم الدین سعیدی ٢٧ ، ٦ ،"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په قبایلي سیمه کي بیا هوايي بمبارۍ سوي .", "output": "آمریکايي بې پېلوټه الوتکي دپاکستان په شمال غرب داورکزیو په قبایلي سیمه کي هوايي بمبارۍ کړي . دپاکستان امنیتي مقاماتوپه وینا ددې هوايي بمبارۍ لامله ، دولس اورپکي وژل سوي او ګڼ نور یې ژوبل سوي .دجیونیوز تلویزوني شبکې د � �پوټ پربنسټ دعیني شاهدانو څخه نقل کوي ، چي نوموړې بمبارۍ د طالبانو دیوې نظامي او روزنیزي اډې ترڅنګ سوی .په دې هکله دطالبانو ډلي دخپل مرګ ژوبلي په هکله څه نه دي ویلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي جبهې د لمړي تلين په وياړ", "output": "همدا ملي جبهه دهدا ملي نده جعلي ده & nbsp; استقلال او حريت ځېنې خالي ده ساخت و بافت ېې بيا � �وسي ده دا ټلواله شمالي ده استعمار بيا راتپلې دا بد شکله قواره دههمدا ملي جبهه دهدوی مړي ګډو� �ي دوی ژبې دي پرېکړي سرونه ېې ميخ کړي ; دوی دمېندو زمونږ سينې دي غوسې کړي د افغانې مور د حمل د ليدو په تماشه دههمدا ملي جبهه ده ډله، ډله يي وژ� �ي کانتينر کې يي څېځ� �ي په زرګونو يي لېلي ډاګ کې خښ کړي ; مزاري ته يي پښو کې حلال کړيپه سترګو مو ليدلي نه درواغ نه دا قصه ده همدا ملي جبهه دهدوی رنګفروش دي دوی سنګفرو� � ديدوی غلام حلقه بګوش دي & nbsp; دوی په هوش نه دي بې هوش ديدا يؤوالۍ د دوی خپله مسقره دههمدا ملي جبهه دهناکردې د دوی بې شمار دي په زرګونو په کتار ديپه هر کور په هر ديار دي خونړۍ پرها� �،پرهار ديکابل ته که وګورې دا د دوی يوه بېلګه دههمدا ملي جبهه ده که دين دی که ايين دی دا د دوی د لاس اله ده دښمنان طبقاتي سره يؤ شوي افسانه دهپه سوله کې خوښ نه دي د دوی ګټه بس جګړه ده وطن که مو ارام شي د دوی سر په محکمه دههمدا ملي جبهه دهد قوم او سمت ، ژبو اختلاف يي مفکوره ده & nbsp; پښتون ، تاجک، از بک لره يي جوړه دسيسۀ ده د نفاق اور يي چې بل کړ � �هرمان يي هم هغه ده همدا ملي جبهه دهخورد ظا بط يي جنرالان شو� � خصبه ګان يي همه واړه مولويان شولکلينر او موټروان يي صفيران شو� � دې جبهې نه توقع او څه ګيله دههمدا ملي جبهه دهکلچر ،فرهنګ او که کلتو� � وارد يي بهرنۍ کړ په دستورپټ لستوڼي کې ماران دي په شعو� � نه خپلېږي که هر څو کاندې د دوی چارې مروربېدار شه ای افغانه چې بدله زمانه ده همدا ملي جبهه دهنه دي افغانان د پردو دي دوی بچيان چنګيز او روس , انګرېز نه دي را پاتې دښمنانمريان دي دوی د چين او پاکستان د ټولو لکۍ غوټه په ايران او فرانسه ده همدا ملي جبهه دهبيا غربي داړه ماران په نامه روشنفکرانڅوک وزير څوک ترجمان شول ورګډ په چور تالانرشوت او اخت� �اص ته يي اوس ګوره په مزه دههمدا ملي جبهه ده دوی خلقيان که پرچميان دي جميعت که ستميان ديکه خرڅ شوي وحدتيان دي يوه هيله يؤ ارم ان ديتباهۍ ته د افغان دي خپلمنځي انډيوالان دي & nbsp; هر څه يي تالا کړل لا هم د دوی ولکه ده په ډېر درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بشردوست د ولسي جرګې پر مشرتابه سختي نيوکي کړي", "output": "د ولسى جرګې غړى او د پلان پخوانى وزير رمضان بشر دوست نن د يو خبرى کنفرانس په ترځ کې د ولسى جرګې رييس يونس قانونى او ددغه جرګې مرستيال جنګى مجرمين او جنايتکاران وبلل . ده په ډاګه کړه په دې خاطر يې د ولسى جرګې د مشر او مرستيال د ټاکنو په سيالۍ کې له رايې ورکونې څخه ډډه کړې ده چې دوى جنګې مجرين دى . ده داکسان په سياسى کړيو کې ښکيل کسان وبلل .ده نن دولسى جرګې د منشى د ټاکنو په رايې ورکولو کې برخه واخيسته او دولسى جرګې منشى يې د دندې له مخې يو مهم کس وباله . د بشر دوست د دغه څرګندونو په هکله قانونى لا تر اوسه خپل دريځ نه دى بيان کړى ، مګر په پام کې لري چې يو څو شيبې وروسته خبريالانو ته څرګندونې وکړى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عمرزاخیلوال: بریټانیا له بدخشان، ننګرهار او بلخ سره ۵۰ ملیونه ډالره مرسته کوي", "output": "میرویس جلالزی د بریټانیا دولت غواړي چې دافغانستان له بلخ، ننګرهار او بدخشان ولایت سره چیرته چې کوکنار صفر شوي د پینځوستو ملیونو امریکايی دالرو مرسته وکړي.د دغې مرستې تړون نن د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال او د بریټانیې د نړیوالي پرمختیایې ادارې د وزیر داګلاس الکساندر تر مینځ په کابل کې لاسلیک � �و.د دغو پیسو څخه به د کرهني سکتور په ودانولو او پرمختګ کې ګټه پورته کړای شي.په ورته وخت کې ښاغلي الکساندر نن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم وکتل. نوموړي ډاډ ورکړ چې هیواد به یې ډیر ژر د افغانستان د بیاودانولو له صندوق سره د ۲۲۵ ملیونه امریکايي ډالرو مرسته اعلام کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندز کې لس طالبان دولت ته تسلیم سول", "output": "د هېواد په شمال کندز ولایت کې امنیتي منابع خبر ورکوي چې لس تنه وسله وال طالبان نن دولت تسلیم او خپلې وسلې يې پرمځکه کښېښودلې دکندز د پولیسو مشر عبدالرزاق یعقوبي نن د چین سینهوا خبري اژانس ته ویلي دي چې دغه طالبان نن یکشنبه د قلعه زال په ولسوالۍ کې له دولت سره یوځای سول یعقوبي وايي چې دغه وسله وال د الله بیردي په نوم د یو تن تر مشرتابه لاندي دولت تسلیم سول او لس میله وسلې يې هم دولت ته وسپارلې د قلعه زال ولسوال محمدنظیر هم دغه خبر تایید کړی او زیاتوي چې تسلیم سوی کسانو ژمنه کړې چې له خپل قانوني دولت څخه به ملاتړ کوي دکندز امنیتي چارواکي پداسي حال کې د طالبانو د تسلیمۍ خبر ورکوي چې تیره ورځ د ملي دفاع وزارت له لوري په یاد سوي ولایت کې تر سلو د ډېرو مخالفینو د وژلو خبر ورکول سوی وو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د USPI پر موټر چاودنه وسوه", "output": "د کندهار په ژيړۍ ولسوالي کي د سړک د غاړي په يوه چاودنه کي دوه پوليس مړه او درې زخميان سول. د کندهار امنيه قومندان جنرال سيد آغا ثاقب خبريالانو ته وويل چاودنه د USPI د شخصي امنيتي پوليسو پر يوه موټر رامنځته سوې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ویدې قافلې", "output": "ژړا مې څه کوې ته رنګ ته م ې ګورهاواز مې کيناستلو وسوم بې اوره نم مې روان دی په مخ لوند مې ګريوان شولوورځ مې په غم تيریږي شپه مې شمکوره � �ندان مې لاړل خو مار ماتې پيالې شولېحالات بدل بدل شول کيسه � �وه نوره ځمکه وه کلکه ديره آسمان ؤ لرېچې پښتنه خورکۍ مې شوله سر توره چا خپل ژوندون ورکړلو چې پت عزت وساتيد چا تور سرې � �اړې په زور له کوره په تومتونو کې مې ژوندون راتنګ شولود پښتون لوي څادر شو ډک له پيغوره يو خوا زمونږ سرداران خیرات خوړونکي شولوب� � خوا وژل او تړل له خپله وروره څوک د اسلام په نامه په مونږه وژني يو بلڅوک مو دودونه ژبه اخلي په زوره ښه نو اوس ته ووايه چې غيرت څه ته وايېاوري وسلې او نفاق له کومه لوره دا د دوستۍ جامو کې دغه زاړه دښمنانڅنګه دوستان شول زمونږ مطلب يې ګوره دغه مکارې دوستۍ يو په بل مړه کړو مونږهبيا يې جلا جلا کړو ورونه له وروره چا د خوشال ديوان نه توره قلم واخیستل د ميرويس خان چپنه ګورګين کړه توره د ابدالي لونګۍ مو په رنجت سنيګ خرڅه شوهزوي شو له پلاره جلا لور يې له موره د پښتنو قافلې ويدې ويدې پاتې شوهسيالان ترې مخکې شولو له هره لوره ملالۍ څه شولې ته ناهيد ته لاس ورکړد ننګ ټپې ووايه ډکې له شوره ژر ايوب خان خبر کړۍ چې چې بل ميوند جوړ کړيغازي امان راولۍ بيرته تر کوره د ګوډ ملا د بچو تورې څيرې رسوا کړۍچې رڼا ورځ يې کړله په کوډو توره د خدمتګار ولسه ملي يوالی ټينګ کړۍکه نه وي ورک به مو کړي له کور او ګوره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بى رحمه زمانه", "output": "اى زما اوښكو !اى زما قيمتي اوښكو مه توئيږۍپټې پاتې شۍ په ست� �ګو كېچې څوك پوه نه شيزما د زړه له حاله دا بې رحمه زمانه ده دلته څوك د چا په غم كې نه ديكه څوك ژاړياو اوښكې تويوينو هر څوك ورپورې خاندياو وايي دا ليونى دى.اى زما زړه !اى درديدليه زړه ! كيله مه كوه له زمانې نه دا بى رحمه زمانه دهپټ وساته خپل درد چاته مه وايه خپل حال ځان وسپاره خپل رب ته صبر وكړه دعا وكړه هيله وكړه خداى دى مهربانه هرڅه به ګړي آسانه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بدنام", "output": "زما غزل دعشق غزل دیزما کلام دعشق کلام دیزما احساس د لیونتوب دیدزړ ه درد راته آرام دیزما دمینې ښکلا ته یېحسن تا باندې تمام دیزما ژوند غم د پیړ یوستا خندا ته مې سلام دیزما هویت ،معرفت ته یېعشق دې ماته ننګ او نام دیزما په سترګو کې تصویر ستاپرېوتلی اوس مدام دیوایه ما غوندې شیرینېڅوک دې مینه کې بدنام دی؟ کابل 1385"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بلوڅ ملتپالو او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښته کې لسګونو پوځيان وژل شوي دي", "output": "راپور ــ افغانــزی په بلوچستان ايالت کې د بلوڅ ملتپالو او پاکستاني پوځيانو تر منځ له څو ورځو راهيسې خونړۍ نښته دوام لري چې په ترڅ کې يې په � �ګسونه پوځيان او بلوڅ ملتپالان وژل شوي دي. کوټې ښار ته نږدې د بلوچستان ايالت په سيو او ځينو نورو څېرمه سيمو کې له څو ورځو راهيسې خونړۍ نښته لا هم دوام لري چې پکې تر دې مهاله د يووشتو پاکستاني س� �تېرو په ګډون اووه څلوېښت بلوڅ ملتپال جنګيالي وژل شوي دي، خو د نواب اکبر بوکټي لم سۍ براهمداغ بوګټي بيا ادعا کوي چې د دوی د جنګيالو او پاکستاني پوځ تر منځ په نښته کې پينځه دېرش پاکستاني پوځيان وژل شوي او په لسګونو نور زخميان دي، نوموړي يادونه وکړه چې دوی به تر هغو پورې د پاکستاني پوځ په وړاندې په کلکه مبارزه کوي، تر څو چې پاکستاني دولت د دوی د پايماله شويو حقوقو بدله نه وي ورکړې. ښاغلي براهمداغ بوګټي يادونه وکړه چې له مودو مودو راهيسې د پاکستان مرکزي دولت د بلوڅ قوم م ځکنۍ شتمني لکه ګاز، برق او ان ټول عايدات پينجاب او مرکز ته لېږدوي او په خبره يې همدا لامل دی چې بلوڅ قوم په � �ېر ستونزمن حالت کې ژوند تېروي. نوموړي ګواښنه وکړه چې د دوی په وړاندې د پاکستاني پوځ ظ� �م او تېری به تر ډېره دوام ونه کړي او ټينګار يې وکړ، که چېرې کوم بل هيواد ورسره د ځاني او مالي مرستې ژمنه وکړې نو دوی به ترې سمدستي د غوښتنې هيله وکړي. براهمداغ بوګټي چې له يوه پاکستاني ټلوېزيوني شبکې سره يې خبرې کولې، د خپلو خبرو په ترڅ ددې پوښتنې په ځواب کې چې د دوی جنګيالي ولې د پاکستاني پوځ سره د خبرو له لارې ستونزې نه حلوي، نوموړي وويل، وړاندې دوی ډېره هڅه کړې، خو په خبره يې اوس د خب� �و مرحلې تېرې شوې او يوازې خبره جنګ او مبارزې ته درېدلې ده. له ښاغلي بوګټي څخه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې اوس بلوڅ ملتپالو ته وسلې او مهمات د چا له خوا ور کول کېږي نوموړی زياتوي چې په لومړۍ ورځ د دوی د جنګياليو او پاکستاني پوځ تر منځ په نښته کې له څلوېښتو څخه تر پينځوسو پاکستاني پوځيانو پورې ووژل � �ول چې په وينا يې د هغوی ټولې درنې او سپکې وسلې د دوی د جنګيالو لاس ته ورغلي دي. بوګټي تور ولګاوه چې د پاکستاني پوځ له خوا د سيمه ييزو خلکو پر کورونو د بېدرېغه بمبارۍ تر څنګ له څلوېښتو زيات کو� �ونو ته اور اچول شوی چې په ترڅ کې يې تر سلو زيات سيمه ييز خلک مړه او ژوبل شوي دي. په کوټه کې د پښتونخوا ګوند ايالتي مشر عثمان لا هم د خپل ګوند په استازيتوب په بلوڅي سيمو کې د پاکستاني پوځ له خوا اوني عمليات غندي او زياتوي چې هېڅله هم پوځي عمليات د قوم او سيمې په ګټه نه دي، نوموړی وايي، پاکستانی پوځ او پوځي جنرالان د بلوڅانو په سيمو کې خپلې پټې ګټې وينې او د هغوی د ترلاسه کولو لپاره په سيمه کې عمليات تر سره کوي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د پاکستاني پوځ او بلوڅ ملتپالو تر منځ په نښته کې د نهو پاکستاني پوځيانو په ګډون شپږ ويشت بلوڅ ملتپال ووژل شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په غور یې ولولی او له هلاکت څخه ځان وژغورئ", "output": "داسلام څلورم ستررکن زکات زکات ېواهم عبادت دی چه په قرآنکرېم کی ډېرځاېه لمونځ اوزکات ېوځای ذکرشوی . چه دغه دواړه عبادتونه دټول دېن ترجمانی کوی. په بدنی عباداتوکی لمونځ دټول دېن نماېندګی کوی اوپه مالی عباداتوکی زکات دټول دېن نماېندګی کوی .زکات لغتا پاكېدل،ذېاتېدل،اووده کول ته واېی چه دزکات په اداکولوسره مال پاکېږی او خدای ج په خپل فضل په هغی کی خېراوبرکت اچوی .دالله ج دخوښی لپاره چه کله ېومؤمن خپل خوږمال د خدایج په لاره كي په خوشحالی مصرفوی له هغی څخه دمؤمن په زړه کی ېونوراوجلا پېداکېږی چه مادی ناولتېا اوله دنېا سره م ېنه ورڅخه ختمېږی په زړه اوروح کی ېوتازګی ،نرمی ،سپېڅلتېا اودالهی محبت ولولی را پېداکېږی .داچه دغه رکن داسلام څومره اهم او آساس دی نودهرمؤمن لپاره ضرورده چه د زکات د نصاب ېا هغه اندازه مال چه زکات ورباندی فرض کېږی پوره معلومات اوپوهه ولری .دنغدوپېسواوتجارتی اموالو نصاب د سپینوزرو د نصاب له مخی ټاکل کېږی ځکه چه دغه نصاب اقل دی اوپه اقل عمل کوو چه دسپنوزرو دزکات نصاب ۲۰۰ شرعی درهمه چه بيا ۲۰۰ درهمه د۷۰۰ ګرامه س� ��پينو زروسره سمون خوری.(دسپنوزروديوه گرام قيمت له بازارڅخه واخلی اوپه ۷۰۰ کی ضرب کړی) د سروزرونصاب ۲۰ شل طلاېی مثقاله ېا ۷.۵ تولی سره زر دی چه بېا داشل مثقاله دعراق په مثقال ۱۰۰ سل ګرامه کېږی اودا شل مثقاله د عجمی په مثقال د ۹۶ شپږنوی ګراموسره برابردی داحتېاط له وجی په اقل عمل کوو چه شپږنوی ګرامه دی نوڅوک چه ۹۶ ګ� �امه سره زر ولری زکات ورباندی فرض دی . د ذکات دورکړی اندازه ۲.۵٪ یا څلویښتمه برخه دذکات په مستحی� �ینو ویشل کیږی .دزکات دنه ورکړی سخت غذاب ته په اشاری سره داسلام سترپېغمبرمحمدص فرماېلی:(( پرچاچی اللهج دخپل مال اودولت پېرزوېنه وکړه اوبېا هغه سړی دهغه مال زکات ورنکړ،نو په قېامت کی به دی مال ته دېوه زهرجن سترم ارشکل ورکړشی دزهرو له شدت څخه به ېی سر پك (گنجي) اوپرسترگوبه ېی دوه تور داغونه وی ،دقېامت په ورځ به دغه سترم ار دهغه ترغاړی تاوشی اودهغه پردواړو زاموکی به خپل زهری غاښونه ښخ کړی اوورته به واېی زه ستا مال ېم زه ستاټوله کړی خزانه ېم)) بېا رسول کرېم ص دقرآن دغه آېت ولوست :(( ولاېحسبن الذېن ېبخلون بما اتهم الله من فضله هوخېرالهم بل هوشرلهم شېطوقون ما بخلوا به ېوم القېامه.....)) (آل عمرا ن ۱۸۰ )(( پرکوموخلکوچه اللهج دخپل مال اودولت پېرزو کړی ده اوهغه له شومتوب نه کاراخلی په دخېال کی دنه وی چی دابخل او زر دوستی ددوی په حق كي ښه ده بلکی دادهغوی په حق کی ډېره بده ده هغه چی په خپلی بخلی سره څه راټولوی هماغه به دقېامت په ورځ دطوق په شکل کی غاړی ته ورواچول شی ))دزکات دمستحقو(زکات چاته ورکړشی) اونورواحکامو په اړوند له عکما کراموسره تماس ونیسی.چه په دپاڼه کی له سره نه ځاېږی. ددی لنډی لېکنی هدف ېواځی دزکات دنصاب څخه دځان خبرول دی. &nbs; p; & nbsp;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مشرف د جرګې په وروستۍ ورځ کابل ته راځي", "output": "دپاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف به د امن جرګې د وروستۍ ورځې په غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته را شي .دغه خبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ورکړل شوى دى . خبرپاڼې د مشرف د پرېکړې د بدلون لامل د حامدکرزي له خوا جن� �ال مشرف ته ددويم ځل بلنه بللې ده .ددغې خبر پاڼې د معلوماتو له مخې ،ولسمشرکرزي پرون ، دټېلېفونه په وسيله له مشرف څخه غوښتنه وکړه چې د جرګې د اخرې ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي . خبر پاڼې د کرزي له خولې ليکلي ، چې په دې جرګه کې د مشرف په ګډون سره به د جرګې د ګډونوالو لېواليتا نوره هم زياته شي .خوځينې نا تاييد شوي راپورنه کابل ته د مشرف دتګ لامل د امريکا پرله پسې فشارونه بولي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل ښاروال ملامت دی او که محمد صدیق افغان", "output": "له نیکه مرغه چې په افغانستان کې مونږ ډېرې داسې څېرې لرو چې افغانان او نړۍ پرې ویاړي او ددوی پوهې، اخلاص، صداقت، ریښتنولۍ، وطن دوستۍ او هېوادپالنې او د هېوادوالو سره د بې کچې مینې او خدمت ته حیران دي. له همدغه پوهوو او مینه ناکو افغانانو نه یو هم ښاغلی صدیق افغان دی، زه خپل قلم عاجز بولم چې دده د شخصیت اوپوهې په اړه څه ولیکم، خو زه او نور افغانان په ځانګړې توګه د کابل ښاریان د ښاغلی صدیق افغان نه ګیله من او خفه یو هغه ځکه چې دوی یو کور لری د کابل ښار د پروان مینې په سیمه کې، دا چې د کابل ښاروالۍ پلان لري چې د برکي سړک تر باغ بالا پورې په اساسي توګه جوړ کړي، چې ددغه سړک په لاره کې هغه کورونه او خنډونه باید لرې شي تر څو دغه سړک جوړ او خلک ترې ګټه واخلي او د هېوادوالو ترافیکي او د تګ راتګ ستونزې له منځه لاړې شي ترڅو دوی وکولای شي چې ښوونځیو، پوهنتونو، دفترونو، روغتونونو او نورو ځایونو ته پر وخت ورسیږي، د کابل ښاروالۍ یو شمېر زیات کورونه او خنډونه چې ددغه سړک پر لاره واقع وو ټول وران او له منځه یوړل تر څو د سړک د جوړونې لپاره لاره هواره شي، مګر د کابل ښاروالۍ تر اوسه پورې نه دی توانېدلی چې یو کور ددغه سړک له لارې څخه لېرې او پاک کړي او هغه کور د ښاغلي صدیق افغان دی. زمونږ یو شمېر زیات خلک پر مشرانو، رهبرانو، جهادي قومندانانو او نورو خلکو باندې دا نیوکې کوی او ترینه خفه دي چې دوی افغانستان وران کړ، دوی د افغانانو د هوساینې او ارامتیا په غم کې نه دي او نه له دوی سره داسې کوم فکر او سوچ شته چې د هېوادوالو ستونزې ختمې کړي او هېوادوالو ته دې د ښه او ارامه ژوند شرایط برابر کړي. له دوی څخه یو هم ښاغلي صدیق افغان دي چې ددې سړک په لاره کور لري او د کابل ښاروالۍ ته ګواښونه کوي او نه یې پرېږدي چې دغه خنډ لیرې کړي تر څو دغه نیمګړی سړک جوړ شي، د کابل ښاریان یوه پوښتنه لري له ښاغلي صدیق افغان څخه او هغه دا ده چې ولې دولت ته اجازه نه ورکوي چې دغه خنډ ختم کړي او د ښاریانو ترافیکې او ترانسپورتي ستونزې لیرې شي، دا چې دوی وایي چې د کابل ښاروالۍ تر اوسه دوی ته ځمکه او نمره نه ده تسلیمه کړي نو دوی هم ښاروالۍ نه پرېږدي چې دغه کور وران کړي. پوښتنه دا ده چې که د کابل ښاروالۍ او دولت دوی ته نمره او ځمکه نه ورکوي، نو ښاغلی صدیق افغان دې خپله دعوه له دولت او د کابل ښاروالۍ سره پرمخ یوسي، ولې ښاغلی صدیق افغان د خپلو هېوادوالو او کابل ښاریانو د ترافیکې او تګ را تګ ستونزو ته پام نه کوي او دغه خنډ نه لیرې کوي؟ ولې د خلکو ترافیکي ستونزې ورته غټه ستونزه نه ښکاري؟ ولې د خلکو د هوساینې او ارامتیا لپاره له دغه ځایه نه تېرېږي؟ ولې د خپلو ښاریانو او خلکو لپاره د یوه کور قرباني نه ورکوي؟ ولې دوی هم لکه د نورو زورواکانو او قوماندانانو او جنګسالارانوبدمعاشي کوي؟ ولی.....؟ که دوی واقعا افغان وي نو د خپلو هېوادوالو لپاره باید له دغه کور او ځایه څخه تېر شي او دغه قرباني دې ورکړي تر څو هېوادوالو ته یې یو خدمت کړي وي، خو خبره دا ده چې هر څوک تل نور خلک پړ ګڼې او ځان ورته بېخې پړ او ملامت نه ښکاري، ولې مونږ تل د خپل ځان د هوساینې او ارامتیا په غم کې یو او د هېوادوالو د هوساینې او ارامتیا په غم کې نه یو؟ که حقیقت ته ځیر شو، نو په افغانستان کې بې سواده او فیلسوف ټول یو فکر لري، نو ای هېوادوالو که مونږ ټول داسې واوسو، نو دا هېواد به څوک ودان کړي، دا هېوادوال به څوک هوسایه کړي او... بل دا چې د کابل ښاروالۍ ډېرې نیمګړتیاوې لری چې یو له هغو څخه ددې ښاروالۍ کمزوری مدیریت دی چې ټولو هېوادوالو ته څرګند دی. که صدیق افغان یې نه منې چې هېوادوال او کابل ښاریان دې ښه او منظم ترانسپورتي لارې او سړکونه ولري خصوصا د برکي د څلورلرې او د کارته مامورنیو د څلورې لارې پورې، نو کابل ښاروالۍ ولې دومره بې کفایته دی چې د هغې کور او دغه خنډ نه لیرې کوي او ولې دا کار نه شي کولای، ما څو ځلې په رسنیو کې د کابل ښاروال ښاغلي صاحبي صاحب له خولې اورېدلي دي چې زه د صدیق افغان په کیسه کې نه یم او دغه خنډ به لیرې کړم او دغه سړک به جوړ کړم، خو افسوس چې میاشتې او دغه دي کلونه به پوره شي خو د کابل ښاروالۍ به دومره توان او قدرت پیدا نه کړي تر څو دغه خنډ ختم او دغه سړک جوړ کړي. هغه څوک چې غریب و او خوله یې نه لرله چې فریاد وکړي او زور وچلوي د هغوی کورونه تقریبا یو الی دوه کاله پخوا وران شوي دي او ښاغلي صدیق افغان چې له چالاکې خولې برخمن دي او ور سره ور سره ځان فیلسوف هم بولی او رسنیو ته لاس رسی هم لری، نو دولت او ښاروالۍ نه شي کولای چې ددغه زورواک کور چې د سړک په سر واقع دی له منځه یوسي او سړک جوړ کړي چې دا لومړی د کابل ښاروال او بیا ښاغلي صدیق افغان ته د شرم خبره ده چې د خلکو او کابل ښاریانو د هوساینې او د ښو او لویو ترانسپورتي سړکونو د بیا رغوولو کې خپله ونډه نه اخلي. بله مهمه خبره چې هېواودال یې وایي خو زه نه پوهېږم چې رښتیا ده او که دورغ هغه دا چې دوی وایي چې د کابل اوسنی ښاروال په اونۍ کې دوه یا درې شپې د دوبۍ په ښار کې تېروي، که دا خبره رښتیا وې، نو پوښتنه دا ده چې د کابل ښاروال صاحب دغه د تګ او راتګ لګښت له کومه کوي؟ بل دا چې که دوی همداسې په اونۍ دوه درې ورځې چکرونه ووهې نو کابل ښار خو به په سلو کلونو کې هم جوړ نه شي. داسې ویل کېږي ښاغلی صاحبي صاحب د اماراتو په ښاروالۍ او دولت کې رسمي مامور و، که دا رښتیا وي، نو ولې ښاروال صاحب چکرونه وهي؟ ولې د کابل ښار په بیا رغوونه او جوړونې کې سستي او تنبلي کوي؟ ولې یې د کابل ښار لپاره تر اوسه کوم ځانګړي او د پام وړ کار نه دی کړی؟ ولې خپل وخت په چکرو او میلو کې ځایې کوي؟ .... د کابل ښاریان وایي: که ښاغلی ښاروال صاحب کار نه شي کولای او د هېواد او په ځانګړې توګه د کابل په بیا روغونه کې دلچسپی نه لری، نو مهرباني دې وکړي خپله استعفی دې ورکړی او دغه څوکۍ دې نه بندوي او هېوادوال د هېواد له مشرتابه څخه هم دا غوښتنه کوي چې یو کاریګر، پوه او زړه سوانده ښاروال دې وټاکي او ددغې ښاروالۍ کارونه دې په خپله په جدې توګه و څاري. د کابل ښار د پاک ساتلو او بیا رغولو په هیله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هولبروک د ميرويس ياسيني سره په کابل کې وليدل", "output": "د امريکا د متحده ايالاتو لخوا دافغانستان او پاکستان لپاره ځانګړي استازي ريچارد هالبروګ نن سهار په يوه ناسته کې د ولسمشۍ نوماند له مي� �ويس ياسيني سره د افغانستان د راتلونکيو ټولټاکنو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې. هالبروګ د افغانستان د پرمختګ په عملي اړخ بحث وکړ او ويي وويل چې دده هيواد د افغانستان د پرمختګ د ګړندي کيدو په فکر کې دى . ده همدا راز په افغانستان کې د عادلانه او شفافو ټاکنو د ترسره کيدو ډاډ ورکړ او ويي وويل چۍ امريکا د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي او د خپلواکو او روښانه ټاکنو غوښتونکى دى.ريچارد د اوباما د ادارې پاليسي د افغانستان د ټاکنو په اړه ناپييلي وبلله او ډاډ يي ورکړ چې امريکا په افغانستان کې له هيڅ يوه نوماند څخه م� �اتړ نه کوي .د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړې استازي وويل چې دوى به هڅه وکړي چې ټاکنې په ټول هيواد کې ترسره شي او د نړيوالي ټولني او ايتلافي ځواکونو څخه به وغواړي چې د ټاکنود بهير امنيت ټينګ کړي. ميرويس ياسيني هم د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کې تر ٢٠ ډېر افغان او بهرني عسکر وژل شوي", "output": "طالب جنګياليو ادعا وکړه چې په خوست کې يې د دوو ځانمرګو بريدونو په ترڅ کې تر ٢٠ تنو ډېر بهرني او افغان عسکر وژلي دي. يو طالب وياند ډاکتر حنيف له نا م الوم ځاى څخه بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې دواړه ځانمرګي بريدونه نن سهار د طالبانو له لوري تر سره شوي دي. ده ادعا وکړه په لومړني بريد کې چې د محمد موسى له خوا شوي د ايتلاف دوه ټانګونه او په کې سپاره ١٢ عسکر وژل شوي دي. په دويم بريد کې چې د محمد نسيم له خوا د پوليسو په يو تم ځاى کې وشو ١٣ تنه کورني عسکر وژل شوي دي. خو د خوست د ام نيتي چارو مشر زيارت ګل منګل وايي په بريدونو کې د ٢ تنو افغان عسکرو په ګډون ١٩ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند: ۵۷۰ زره کسانو د انتخاباتو کارتونه تر لاسه کړي دي", "output": "شبنم- لشکرگاه � �ه جنوبي ولایت هلمند څخه خبر را رسیږي چې دغلته د انتخاباتولپاره د رایي ورکوني د کارتون دویش د بهیر له پیل راهیسي شاوخوا ۵۷۰ زره وړ کسانو کارتونه تر لاسه کړي دي.د هلمند ولایت د افغانستان د نا کراره جنوبي و� �ایتونو په کتار کې راځي چې ځیني سیمي یې د طالبانو په ولکه کې دي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ریس � �کریا بارکزی چې پرون له یو شمیر چارواکو سره هلمند ولایت ته رسیدلی وو په سیمه کې د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې د نوم لیکني بهیر ډیر ښه پرمخ روان دی. د هلمند والي ګلاب منګل وویل چې په یو شمیر هغو سیمو کې چې د حکومت ولکه نه شته دوي هڅه کوي د دې سیمو خلکو ته داسي شرایط برابر کړي چې د کارتونو له اخیستلو محروم پاتي نه شي. په دغو سیمو کې د باغران، خانشین، دیشو، نوزاد، واشیر او ګرمسیر نومونه اخیستل کیږي.په هلمند کې د ټاکنو د خپ� �واک کمیسیون د چارواکو پر وینا د نوم لیکني په بهیر کې د ښځو ونډه ډیره لږه ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ميني يوه ګيله", "output": "سهار کله چې لمر خپله سره لمن او زرينې زلفې په ځمکه او اسمان غوړولې ، زه د خپلې کوټې د کړکۍ تر څنګ ولاړه وم او د فطرت انځورګري مې څارله، چې دې کړکۍ يوې څنډې ته مې پام شو. د کړکي يوې څنډې ته د لمر زرينې او تودې وړانګې رسېدلي وې او هغې ته يې ښايست، تودوخه او ځلا وربښلې وه او بله څنډه يې له دې ټولو بې برخې وه. د کړکۍ دواړو اړخو ته مې په انند سره کتل ، څومره ډير توپير يې وو.هلته چې د لمر رنګينې پلوشې خورې وې هلته رڼاوه،ځلا وه اوتودخه! او هلته چې لا لمر نه و پر مهربانه شوی اوپر خپلو وړانګو يې لا نه وه نازولې، سړه وه، تياره وه اوبې نوره . دا څنډه څومره بې تابه وه چې کله به لمر پر دې هم خپلې زلفې غوړوي. ما هم د کړکۍ له دې څنډې سره انتظار شريک وکړو او غوښتل مې وګورم چې څه وخت اوڅنګه لمر خپله تودخه او مينه دې څنډې ته پېرزوکوي او څه ډول اح ساس راپنځوي . موږ دواړو ډېر انتظار وکړو، خو لمر بيخي خپل اړخ واړولو او موږ يې همداسې ناهلي پرېښودلو.ما د کړکۍ بې برخې څنډه له خپل غم او درد سره پرېښودله او په خپلو سوچو کې ډوبه شوم. هغه وختونه مې را ياد کړل چې ته زما د ژوند يوه برخه نه وې ګرځېدلې، هغه وخت چې لا نه پوهيدم چې ستا په څېر د مينې معبود هم شته. هو زه هوبهو د هماغه کړکۍ د بې لمره څنډې په څير وم .ژوند مې د هغې په څېر سوړ، په تيارو کې ډوب او بې مينې و. د مينې ښايسته رنګونه مې ست� �ګو ته نه وو په نڅېدلي. د چا د مينې تودخې مې زړه نه و په ټوپو کړی.د چا د ليدو لپاره مې سترګې کله په ﻻره نه وې . ستا په راتلو سره زما ژوند خپله ټوله بڼه بدله کړه. ستا د مينې نور او تودخې له دومره لرې والي سره بيا هم زما زړه دومره بې قراره کړو؟ ستا د وصال هيله مې په خيال کې د شاهين په څير در په هوا کړي او تا خپل کړي. ستا انتظار هم دومره ښايسته او سحرګر دی چې په تنهايې کې مې يواځتوب ته نه پريږدي. ستا درلودل زما د زړه سکون او يو خوږ اح ساس دی. خو زما لاليه ، يوه ګيله لرم تا نه! ولې مې ژوند ته ډير پخوا نه راتلې؟ ولې دې دا دومره ځنډ کړو، و� �ې؟؟؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې دښکلا ادبی ټولنې د مشاعرې خبرتیا", "output": "خبرتیا ښکلاادبی ټولنه چی په کال ۱۳۸۶ درسرطان دمیاشتی په لمړی نیټه دیوشمیر محصلانو او شاګردانو لخواتاسیس شوه غوړی چی دراروان کال ۱۳۸۸ دحمل په ۲۰ نیټه یوه ازاده مشاعره په کابل کښی جوړه کړی نو ټول لیکوالانو اوشاعرنو ورونو ته خبرل ورکول کیږی چی دمشاعری دنورو جزیاتو په اړه دټولنی مسئول مدیر عبدالقدیرمطفی سره په لاندی شمیرو اړیکی ونیسی 093 700 87 30 22 +93 796 300 366 ایمل ادرس دی Qadirmh123@yahoo.com : په خورا درنښت دښکلا ادبی اوفرهنګی ټولنه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فرانسوي ځواکونو په سلگونو افغانان تر درملني لاندي ونیول", "output": "د ناټو په مشرۍ ف� �انسوي سرتیرو د کابل په شمال کاپیسا ولایت کې تقریبا 1000 تنه هغه کسان تر درملني لاندي نیولي چې په مختلفو نا� �وغیو اخته وو . په دې کسانو کی د نجراب او تگاب ولسوالۍ یو شمیر هغه اوسیدونکي هم شامل ول چې د چادیدونکو تکو د چاودنو پر مهال زخميان شوي ول . فرانسوي سرتیري واېې چې دوي بی وزلو افغانانو ته یو گرځنده کلنیک په کاپیسا کې فعال کړی چې پکې دری ډاکتران، دری نرسان او نور طبی پرسونل فعالیت کوي . په دې روغتون کی ناروغو کسانو ته د وړیا دارو درملو د ورکړي هم ویل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوبه او داوبو جګړې - (ډاکټرسراج الحق ببرکزی ځدراڼ)", "output": "1سراج الحق ببرک زی ځدراڼ ١ . اوبه ژوند دی اوبه د نړۍ تاريخ ته يو خورا مهم توکې دي، ځکه له اوبو نه ژوند راوتلې دي . اټکل ٤٠٠ ميليونه کاله مخکې د لومړۍ ځل لپاره د اوبوژوند سورې ورو ورو ځمکې ته راوختل. د نړۍ ټول تمدونونه اوبو ته نږدي وده کړي او په پښو دريدلې دي . ځکه اوبه يوازې د څښلو لپاره نه بلکې د کرنې، سوداګرې، ترانسپورټ او د دفاع لپاره کاريدلي دي . اوبه زموږ د خوراک خورا ارزښمن او مهم توکې دی . د انسان وجود ٪ ٦٦ له اوبو څخه جوړ شوي دی. يو سړي چې ٧٠ کيلو وزن ولري، اتکل ٤٢ کيلوګرامه اوبه له ځان سره ګرځوي . د ونو او بوټو زرغونې پاڼې له ٪ ٨٠ نه تر ٪ ٩٠ پوري اوبه لري . اوبه په طبعيت کې يو ډير په زړه پورې عنصر دي. ځمکه ٪ ٧١ پر اوبو پټه ده. اټکل ٪٩٧ د ځمکي اوبه ټوکې يا مالګينې اوبه دې، ٪ ٣ خوږي اوبه او له دي اوبو نه اټکل ٪ ٠،٠٣د څښلو اوبه دي. اوبه په نړۍ کي يوازنی توکی دی چې د ځمکې پر مخ د غازو، مايعو يا اوبو او د کنګل په شان شتون لري. په نړۍ کې ١،٢ ميليارده انسانان پاکو څښلو اوبو ته هيڅ لاره نه لري. ٢،٤ ميليارده انسانان چې د نړۍ ٪ ٤٠ وګړي جوړه وي، دوی نه شي کولای خپلي استعمال شوي اوبه په سمه توګه غونډي کړي . همدا دناولو او چټلو اوبو او د کاناليزسيون نشتوالې ٪ ٨٠ ناروغيو لامل په دريمه نړي کې ګرځې. د نړۍ روغتيايې سازمان وايې چې هر سړي په ورځ لږ تر لږه شلو ليترو پاکو اوبو ته اړه لرې، چې سړې صحې ژوند وکړي شې. د دريوو نه تر پنځه ليترو پوري د پختنګ لپاره، او نور د پاکۍ او نظافت لپاره مصرف کيږي. يوازې پر صابون د لاس مينځلو په وجه د ډيرو وژونکې ناست ناستې يا دنسه ناروغيونو کچه يو په پنځو کې راکښته کيږې. سړي کولای شې ډير وخت به له غوړو ژوند وکړي، خو په لږو ورځو کې به له اوبو ژوند نشې کولای . بې اوبو ژوند نشته، به له اوبو ژوند پرځمکه ناشونی دی . د اوبو ځای هيڅ شی نشې نيولای او د ا نسانانو، څارويو او نباتاتو لپاره د ژوند يوازنی توکی دی . دغه ټکي د بشريت په تاريخ کې خورا مهم ځليدلې دي .. يو نه ليکلې شوې حق يا رښت دهرا نسان پر اوبو شته . د څښلو اوبو رښت هر چير ته شته، د اوبو رښت يا حق يو د ډيرو زړو حقوقو څخه دی. څوک چې د اوبو څخه ګټه اخلې، هغه د اوبو ساتنه هم کوي.د مسيحيت نه شپږسوه کاله مخکې کې د يونانيانو او روميانو په قانون کې د اوبو څخه د وګړو استفاده ليکلې شوي وۍ . د هر انسان رښت پر اوبو له دغې وخت څخه ثابت کيږي. ملګروملتو نو دوه زره دريم کال د اوبو نړيوال کال ونوماوه او هر کال د مارچ ٢٢مه نېټه يې د اوبو نړيواله ورځ اعلان کړه. په نړۍ کې دغه ٪ ٠،٠٣ اوبه په ډير غيرمتوازنه کچه سره ويشل شوي دي.د نړۍ وګړي ورځ په ورځ ډيريږې. د يونسکو په اټکل تر ٢٠٥٠ کال به د نړۍ وګړي تر ديرشو ميلياردو پور ورسيږي. د ستهکولم نړيوال اوبو انستيتوت شميره له مخي ٨٤٠ مېليونه انسانان د خوراک له کمښت سره مخ دي اويا په ډاډ مندتوب سره خوراکې توکې ورته نه دي برابر شوي. د اټکل له مخه تر ٢٠٥٢ کال پوري کيدای شي چې دوه ميليارده يا تر دې ډېر خلک له دې پلوه زيانمن شې. په همدي وجه د کيميا او فزيک پوهان، انجنيران په نوي پرمخ تللې تکنالوجې کار کوي، چې د راتلونکې اوبو کړکيچونو مخه ونيسې.همدا اوس هر دريم سړې د تږې او وچکالې څخه ځوريږې . چې عامل يې لږ طبيعې ناورينونه دي . ډير کله سياسې کړکيچونه د اوبو د کمښت سبب ګرځېدلی دی . په ټوله نړۍ کې دريمه برخه د نړۍ وګړي د اوبو له کمښت څخه زيانمن شوې دې. نړيوالې پلټنې سابته وي چې دغه د اوبو کمښت بايد نه وې. ځکه اوبه په نړۍ کې په کافې اندازه شته. يوازې سياسې کړکيچونه د اوبو مساوي ويش مخه نيسې .اټکل ٪ ٩٨ د اوبو کمښت د انسانانو په وجه رامنځته ته کېږي . يوازې دوه په سلو کې د وچکالې او طبعيې ناورينونه يې لاملونه دي. د کميا اوفېزيک نوي پوهنې په ١٧٨١ کال کې ثابته کړه، چې د اوبو ماليکول له دوو عنصرو يعنې له دوو هايدروجن او يو اکسيجن څخه جوړه شوي دي. په لاندي اځورکې ليدل کيږي. ٢. اوبه او د نړۍ لوی مذهبونه په اسلام کې اوبه د خدای يو سترنعمت دی، چې انسانانو ته د خداي له لورې ډالۍ شوې دې.لوی خداي ( ج ) انسانانو ته، نورو ژوندسوريو ته او نباتاتو ته اوبه خلق او ډالې کړي دي. د ځمکي پر مخ زرغون بڼونه او په کې پاکې څښلو اوبه بهير د جنت بڼونو سمبولونه دې. نظافت په اسلام کې د ا يمان يو لوی جز دي. زموږ په ورځنې اودس، غسل، لمونځونو او عبادتونو کې، د حج په مراسمو کې، د سفا او مروه تګ او راتک، د زمزمو اوبه څښل د حج مراسمو له فرايضو او ضروري چارو څخه دي. د باران نه کېدو او وڅکالې دوعاوي او لمنځونه ياده ولي شو.اوبه دانسان روح او اروا پاکه وي .اوبه يو ګواښناک توکې هم کيداي شي، د خداي له سزاو څخه ګڼل کيږي. د لوی خدای امر نوح عليه السلام ته چې يوه بيړۍ جوړه کړې، د دغې ناول تاريخ هر چا ته څرګند دي. د ښمن ته که ډوډۍ نشې ورکولای خو اوبه به ضرور ورکوې . د اوبو ارزښت په تږه او دښته کې جوتيږې. د طب ډاکټرانو خبره ، هر سړی مخکې له تږ ې کېدو نه بايد په ورځ د دوو نه تر دريو ليترو پوري اوبه وڅښې . اوبه په مسيحيت او يهوديت کې زوړ دود لري . هر کريست يو واري په اوبو توفن کيږي. په بايبل کې د نيل، هويفرات ( دجله او فراد )، تيکريت سندونونومونه ياد شوی دې. بيبل وايې. نړۍ ټوله په اوبو پوښلي وه، بيا خداي اوبو او وچ سره بيل کړل، چې ورسره سمندرنونه او ځمکه خلق شول. بايبل د اوبو ناورينو، توفاننو، شندوځمکو او وچکاليو بيان ورکوي . په هندويزم کې اوبه د ژوند اصلې منبع او يوازينې عنصردې، چې هيڅ وخت نه مري، پيژندل شوي دی. دوي فکر کوي چې د څلورو عنصرو څخه اوبه لومړنې عنصر دي.هندي مذهب اوبوته ابدي ژوند او د روح وړونکي مني. هندوان د خپلو مړو ايري په همدي وجه د ګنکاه سند ته شيندي، چې روح په دي اوږ سفر کې پاک او له ګناو څخه پاک او خلاص شې. همداسې د هند په شمال اله ابادکې هر ١٢ کاله د اوبو مذهبې جشن لمانځل کيږې . ٣ . اوبه له پامه نه غورځېدونکې بشرې رښت يا حق دی په ٢٠٠٦ کال د مارچ ٢٢ په مکسيکوسيټې کې د اوبو څلورمه نړيواله ناستې په پاۍ کې د مکسيکو ميلمه پال ولس مشر د ١٣٠٠ رابلل شويو غړيو څخه غوښتنه وکړه او ورسره د ګوت نيوونکو لوي اکثريت په تائيد سره وويل چې دڅښلو پاکي اوبه د بشر حقوقو په لړ کې بايد وکتل شې. دغه او نور حکومتونه بايد دغه مسئله د خپل ملې امنيت يوه برخه وګرځوي، د خوارځواکۍ په مبارزه کې نن موږ ١.١ ميليارده وګړو غوښتنو ته بايد دحل لاره ومومو. چې دوی د ژوند خورا مهم بېړني توکې يعنې اوبو ته لار نه لري، عمل وکړو . دغه ناسته وظيفه لري چې مناسب ميتودونه ومومې، چې هرڅوک د څښلو اوبه ولري . دغه زيرمې د ژوند، روغتيا، پرمختګ او سوکالې لپاره نه بيلېدونکې دي. په هم دې وجه له حکومتونو څخه وغوښتل شول او اپيل وشو چې واضع منظم ګامونه واخستل شې. چې په نړي کې پر اوبو حق يا رښت ومنل شې او د اوبو سترو کمپنې او فابرېکو څخه خلک وساتل شې. د ملګروملتو په بشرې حقوقو شورا يا جرګه کې بايد تصويب او فيصله وشې، چې تولو ته پر اوبو رښت ثابت شې. په دې برخه کې بايد د ملګروملتو خاص رپوټونه جوړاو وکتل شې او د اوبو پر رښت څارنه وکړي تيرې بايد وڅيړل شې. پر اوبو رښت په اساسې قانون او نورو قوانينو کې بايد تصويب او اجرآ شې، چې اوبو د عامه رښت وساتل شې. غير دولتې انجيوګانې په پروتسټونو وکولای شول چې د اوبو رښت موضوع يوه حاکمه موضوع په دغه ناسته کې وګرځوي.درې کاله وړاندي په کيوتو کې د نړې اوبو شورا ومنله چې پر اوبو يو رښت شته، مهمه دا ده چې حکومتونه اوملګروملتونه د اوبو نلکې په لاس کې واخلې.د ١٩٩٧ کال نه راپه دې خوا هر درې کاله يو نړيوال کنفرانس جوړشوې او د ورستې کنفراني ناسته په کيوتو کې جوړه شوې، چې د نړې اوبو شورا يا جرګه او ميلمه پال هيواد له خوا تنظيم او رابلل کيږې. په خواشينۍ سره بايد وويل شې چې د ١٢٠ هيوادو وزيرانو د اوبو ارزښت ته د ورو ورو وده او پرمختګ لاره ومنله. دوی اوبو ته د خلکو ازاده لاره چې د بشريت له بنسټيزو حقوقو څخه ده ، په زغرده سره ډډه وکړه. زه هيله من يم چې د افغانستان په اساسې قانون کې د خوراک او څښاک رښت په ټولنه کې هر افغان ته اړين ومنل شې. د راتلونکې پنځم نړيوال کنفرانس درې کاله ورسته په ٢٠٠٩ کال کې د ترکيې په استانبول ښارکې راغونډېږې. ٤. د اقليم او تودوښې بدلون زموږ خاورين ستورې ځمکه تبه لري، د هوا او چاپيريال شوک، د تودوښي، ساړه، طوفانونواو سيلونو زموږ شنه کره له ګواښ سر مخامخ کړي ده. اقليم پوهانو خبرداری ورکړي دي. چې شينکوريزه غازونه زموږ اتوميسفر په غټولو راولې، په څلويښتو کالونو کې په سمندرونو کې کبان ومري. اوبه جګيږې، جزيرې به ډوبي شې. په پايله کې هوا توده کيږې اوبه ناوړي يا چټلې کيږې. د نړي تر تولو لوي ځنګلونه او د برازيل همازون لوي ځنګل به په دښتو واوړي. د نړيوالې تودوښې په اړه يو رپوټ کې خبر داري ورکړي شوي دي، چې که د اقليم پر بدلون سترګې پټې شې د بشر لپاره به خورا سختې پايلې ولري. د بريتانيې لومړي وزير توني بلېر دنړۍ ټولو هيوادو ته د ويښ شی يو ږغ کې بللې دي. هغه وويل. چې که هيوادونه څه ونه کړي، نو له مصيبته ډکې پايلې د نه رغيدو وړ وي. په همدې توګه ملګروملتو د تودوښې مرکز څانکه چې مقر يې په المان کې دي، پر صنعتې هيوادو غږ کړي چې د شين کوريز غاز د خپريدو، کميدو په اړه د خپلې هڅې ګړندې کړي. له يوو خوا د ملګروملتو د رپوټ پر اساس د ١٩٩٩ کال او د ٢٠٠٤ کال تر منځه د صنعتې هيوادو د شين کوريزغاز خپريدل په سلو کې ٪ ٣ کم شوي. له بلي خوا په نړۍ کې د شين کوريز غازنو ٪ ١١ په سلو کې ډير شوي دي او د ختيزې اروپا په هغو کمونستې هيوادونو کې چې اقتصاد يې اوس بيرته سم شوي، دغه غازونه يو ځل بيا د زيادتيدو په حال کې دي. ملګرو ملتو د اقليم د بدلون څانګه پر صنعتې هيوادو ږغ کړي، چې دغې غازونو زيان او خپريدل راکم کړي. د امريکې متحده ايالات د هوا خرابوالې ستر عامل ګنل کيږي او د نړۍ څلورمه برخې شين کوريز غازونو د خپريدلو مسوول دي. سرنيکو لاس استرن د نړيوال بانک پخوانې اقتصاد پوه له خوا جوړ شوي يو رپوټ کې ليکې. که تر ٢٠٥٠ کال له دغې نړيوال کړکېچ مخه ونه نيوله شي، نو تر ٢٠٥٠ پوري د نړۍ ډيره ستره برخه د اوسيدولو نه ووزي . هغه ګواښ کړی که چيري دغې کړګيچ ته پاملرنه ونه شې نو د نړي ډير وګړي بايد شديد عواقب ومنې. سيل او د سيندونو اوبو جګيدل به تر سل ميليونه خلک بې کوره کړي، چې په نتيجه کې د شمال قطب کنګل ويلي کيدل د ځمکې کرۀ شپږمه برخه به د اوبو کمښت سره مخامخ شې. د څارويو ژوند د ګواښ سره مخامخ کيږي، په ډيره ناوړه حالت کې ٪ ٤٠ ژوند لاسه ورکړي. وچکالې به په ميليونو د اوبو او هوا کدول رامنځته کړي. د برتانيې لومړي وزير او د المان چانسلره اغلې انګيلا مرکل دغه رپوټ يو خورا مهم سند پيژنې، چې تر اوسه دولت ته وړاندي شوي دي. دغه دواړه مشران دغه کړکيچ ته هم ږغې شوي دي . سرنيکولا لاس استرن په خپل رپوټ کې وايې. که د اوبو په حالت او د ځمکې هوا بدلون کې مات شوو. کيداي شې چې نړيوال اقتصاد اوټولنيز انسانې ژوند د له منځه وړلو سره مخامخ شي، چې نقصان يې د دوو نړيوالو جګړو په پرتله وي. که همدا سې وي نو د سلو نه تر يوسلوپنځوسو کلو پوري پنځه درجې تو دوښه به ډيره شې.همداوس چې دغه کرښې ليکل کيږې د کينيا په پلازمينه نيروبې کې د ١٩٠ هيوادو څخه ٦٠٠٠ استازې، سياست پوهان او پوهان په دي هيله راټول شوي، چې د دغې ناورين اصلې متهم د امريکې متحده الات تر ټولو لوی صنعتې هيواد ٪ ٢١ شيکوريزو غازو مسوول ګڼل کيږي يو کوچينې زيګنال د غازو راکمولو ورکړي او ورسره د کيوتو تړون د ٢٠١٢ کال ورسته وغځول شي. نور هيوادونه صنعتې لکه چين، هند، روسيه، جاپان او المان دشينکوريزو غازو توليدنونکې هم دي.د اقليم بدلون به بشريت ته ډير ژر يو لوی ګواښ رامنځته کړي. د امريکې نازا ادارې پلټنې له مخه په تيرو څو مياشتې کې په ډرامتيکه توګه په شمالې قطب کې د کنګل لويي زيرمې په ويلېدو دي . که مسوول دولتونه، ولسونه او صنعتې کمپنۍ څه ونکړي، نړۍ د لمنځه تلو په حال کې ده. ٢٠٠٥ کال په ورستيو سلو کالو کې يو تر ټولو تود کال و . دغه د طبيعت شوک څارويو ته هم متوجې دي. واوري به يوازي د جګو غرونو پر سرونو اوري . څه بايد وشې ؟ موږ مجبور يو خپل دژوند ډول بدل کړو. په لومړي قدم کې بايد په ټوله نړۍ کې د کاربونډايوکسايډ کمښت رامنځته شې. د سکرو، تېلو او کمياوې فابريکې بايد ودرول شې، د موټرو چلول بايد کم شې، د ځنګلونو وهل بايد ودرول شې، د لمراو باد له انرژي څخه باېد کار واخستل شې او داسې نور. په دغه انځور کې د نړيوالې تودوښې او د اقليم وړاندوينه شوې . ۵ . د اوبو جګړې اوبه به په يوويشتمه پيړې کې داسې وي لکه تيل په شلمه پيړې کې، راتلونکې جګړي به پر خاورې تيلو او خوږو اوبو پيل کيږي .په ١٩٩٧ کال کې امرکايې پوهانو د اورجين په پوهنتون - Orengen Universität die Transbonu dary Fres Water Disput Date Base کې يوه ډيره عجيبه اوحيرانوونکې جنجالې څېړنه تر سره کړه او ثابته يې کړه، چې ٤٥٠٠ کاله مخکې لومړنې اوبو جګړه په ميزو پوتانيه يا دجله او فراد پر سېندونو د نني عراقې سيمو کې تر سره شوي ده. په ټوله نړۍ کې ٢٦١ سيندونه بهيږي، چې هر يو يې له ډيرو هيوادو او پولو څخه تېريږي. اوسنۍ جګړې په تورو زرو يعنې تيلو دي. د يوويشتمې پيړې جګړ به پر شنو زرو يعنې پر اوبو وي. څوک چې د نيل اوبو سره لوبې کوي هغه موږ ته د جګړې اعلان کړي دي. دغه خبره شل کاله وړاندي د مصر ولس مشر انورالسادات کړي ده. ځکه د مصر ژوند او اوبوول ٪ ٩٠ پر نيل سيند ولاړي دي. نيل د نړي ترټولو لوي او اوږد سيند دی ، چې له پيل نه ترسمندره پورې ٦.٦٧٧ کيلومتر اوږد دی. په منځنې ختيزکې د اوبو بم په ټک ټک دی . همدا اوس ٤٠٠ مليونه خلک په هيوادو کې د اوبو له کمښت سره مخامخ دي. دوی مجبور دي چې په خپلو کې سيندونه او سمندرنونه وويشي. د پوځې کړکيچونو مخ څوک نشې ډب کولې. ترکيه چې پر اويفغات يا فراد سند د اوبو زرمه او بريښناکوټ جوړ کړو، سوريه نارامه شوه. کله چې سوريه په ١٩٧٥ کال کې د تبقه اوبو بند جوړ کړ، عراق د جګړي ګواښ وکړو. ځکه د خپل هيواد اوبوول يې په ګواښ کې وليده. سادات د دهغې پروژي بمبارولو ګواښ هم وکړو. که ايتوپيا يا سودان يې پر نيل د اوبو جوړ ولو نيت وکړي. په ترکيه، سوريه ، ايران او عراق کې د اوبو سوړ جنګ د څولسيزو نه راپه ديخوا راون دي. په دغو سيمو کې د اوبو کمښت د ورځې توده موضوع وي. ځکه دلته ځنځيري لاملونه شته، لکه د وګړو ډيررښت، د ژوند جګه کچه ، موډرنيزم، د صنعت او اوبو جګې کچه مصرف په همدي اوبو کمښت او لږوالې کې. د ١٩٨٣ کال نه تر ١٩٩٠ کال په ترکيه کې د اتاترک اوبو بند چې يو د نړۍ له لويو بندونو څخه دي، جوړ کړ. د اوبو کړکيچ ته يې نوي جدي حالت وروبخښه . ترکيه هر وخت کولای شې پر عراق او سوريه د اوبو نال تاو يا بند کړي. چې کله دا کار وشې بيا نو پوځې کړکيچ شونی دی. ترکيه د اوبو ٢٢ زيرمتونونه يا بندونه او ١٨ بريښنايې توليد فابريکې جوړي کړي. د ترکيه پر اقتصاد يې ډيره لويه وده او مثبته اغېزه وکړ ده. په ميليونو ترکانو کار وموند او د سړې په سر کالنې عايد يې لوړ شو او ورسره ١،٦ ميليونه حکتار ځمکه خړوبه شوه. له يوي خوا د خلکو نوي کرنيزه حالت ډير ښه شو، له بله خوا صادرات ګاونډيو هيوادو ته په سلو کې پنځه ډير شول. د ترکيې ټولو پروژو جوړيدو په صورت کې بريښنايې توليدي ځواک يې ٪٧٠ ته رسيږي، چې د ترکانو له لويي موخې څخه ٢٧ ميلياردو کيلو واټ په ساعت کې جګيږي، چې د ترکيې له اړتيا څخه ډيره بريښنا ده او کولای شې چې پر عربې ګاوندي هيوادو يې وپلوري. ترکيه کولای شې اوس له دغې استراتيژيکې موقيعت او حالت څخه په جګړه کې له دغې اقتصادې وسلې څخه کار واخلې. ترکيه د خليج په جګړه کې دغه موضوع مطرح کړه، غوښتل يې عراق پر ګونډو کړي. ايران او سوريه د درو نه پر دوو برخو د اويفراد پر اوبو له ترکيه سر دعوا لري . ترکيه يې طبيعې ده چې مخالفه ده. په همدې ترتيب په دغه سيمه کې د يوويشتمې پيړي په لړ کې د پوځې کړکيچونو لوی پوتانسيال شته. او او به د ځواک لوی فکتور دي . د افغانستان د ژوند درې واړه رګونه د امو، هلمند او د کابل سيندو چې د افغان له خاوري څخه بهر ته بهيږي واکمن دواک په لاسته راوړلو يا ساتلو اخته دي. د اوبو خپلواکې مو نشته، څوک يې نه وينې چې دا اوبو چيري ځې؟. غرونه ډيروخت په طبيعت کې د اوبو برجونه نومول شوې دي . افغانستان له نيمايې نه ډير غرونه لري، اوبه او زيرمو ته يې حکومتونو له اقتصادي او سياسې پلوه پام نه دي کړې. اوبه روانې دي . په هيواد کې د اوبو او وچکالې ناورين خپل ټغر خپور کړي دی . خوار ولس ته دغه نه پاملرنه يو نورمال حالت بريښې. افغان دولت د نړيوال ملګري دولتونو سره په دغه بېړ نۍ اړتيا کې پاملرنه او مرستې راټولولې شې. د هيواد د بيا روغونې په لړ کې د لوی لوی د بريښنايې فابريکې او د اوبو زيرمې او بندونو پلانونه طرحه کړي .او حکومت بايد سمندر ته لاره خلاصه کړي. چې خلک په سوداګري کې بوخت شې او خلکو اقتصاد وده وکړي. سوريې په کال ١٩٩١ يو واريې د اتاترک اوبو بند باندي بمبارې وکړه. د ترکيې هوايې مدافعې يو غُنډ د ځمکې نه هوا ته توغنديو سره د اتاترک اوبو زيرمې ساتنه کوي ٦. افغانستان ته اوبه افغانستان له ډيره مودې راهيسي د زبرځواکو د جګړو ډګر ګرځيدلې دي. دوی غواړي دغه جيو سياسې او جيو استرتيږيکې هيواد د خپل کنټرول لاندي راولې. له دې لاري دوی مرکزې اسيا کنټرول کړي.له همدې امله د نړۍ ډير خوار او ورسته پاتې هيواد په نوم ياديږې.نړيواله ټولنه په سر کې هغه هيوادونه چې په افغانستان کې سياسې او اقتصادي موخې لري په کارده چې په دغه اوبو کښت او ناورين کې له افغانانو سره مرسته وکړي. له اوبو پرته انسانانو ته روغتيا او سوکالې، افغانستان ته واده او پرمختګ د سبا سوليز ژوند ناشونې دی. په افغانستان کې اوبه د کوکنارو کمښت او زيانېدونکې کر مخنيوي کې غوره اغېزه ولرې.پرختيايې پروژو جوړول له اوبو پرته ناشونې دي. د بزګرانو په بد او په ټيته کچه ژوند باندي اوبو لويه اغيزه اچولای شي.هر کال په نړۍ کې په ميليونو خلک د اوبو په وجه مري، يوازې څلور ميليونه ماشومان مري، ځکه دوی داوبو پاکو څښلو ته هيڅ لاره نه لر ي . په افغانستان کې د څو لسيزونه راپه دې خوا د اوبو، وچکالۍ، لوږي او خوارځواکېو څونامې روانه ده. په افغانستان کې د پاکو اوبو کمښت د ٪٩٠ څخه ډير دي. په تيره بيا له ټولونه بېوزلې کليوالې خلک، ناروغان او کوچنيان په ستره غميزه کې اخته دي. دوی هيڅ د څښلو پاکو اوبو ته لار نه لري. په تېره ديرش کلنه جګړه او غميزو کې د خړوبولو ( اوبه ولو ) ټول سيستمونه، ويالې، کاريزونه، کوهې او کانالونه له منځه تللې دي اويا د روسیې، امريکايې او ګاونډيانو شيميايې وسلو او بمونواستعمال له لاسه ټول زهرجن او راډيواکتيفې شعاو باندي ککړ شوي دي.د ډنډنو اوبه چې اوس موجودي د چاپيريال ناسم چلند چټلې کړي او يا په شيميايې زهرو ککړې دې. چې دغې حالت زموږ بې ګناه، بې وزلې افغانان په ډير خطرناکو ناروغيو اخته کړي او کوي.هر پنځم ماشوم د پنځه کلنې نه مخکې مري.Word Wide Fund fur Natur WWF ګواښنه کوي د سمندرونو، سيندونو او ځمکې لاندي اوبه له ککړتوب له امله په خوارو هيوادو کې خلکو د بوتلو اوبو ته مخه کړې . د دغې ټولنې د پلټنې له مخې د بوتلو اوبه ډير خرابې او ناوړه کيفت او کواليټې لري. چې دغه د اوبو بوتل د سيندونو له څټلو اوبو څخه ډک کيږې، چې دغه اوبه د کرني کمياوي سرو توکيو باندي ککړي دي. په فابريکو او کورنو کې استعمال شوي دي. خلک پوهوي چې د کوهې يا نل اوبه بايد وڅښل شې. او په کرنيزو مځکو کې بايد سمه او کمه کيمايې سره استعمال شي. د افغانستان جګړو څخه ورسته د بيا رغونې د لويو پروژو څخه به د اوبو سيستم او کاناليزاسيون پروژه وي. په افغانستان کې د سلو کالو څخه ډير زوړ سيستم باندي کروندګرو خپل پټې اوبه کړي. د واورو له ولې کيدو څخه ورسته سيندونه په کافې اندازه اوبه نه لري، چې د خلکو ژوند تامين شې. کوهې په فنې ډول ژور نه دي ايستل شوي، د څښلو او ا ستعمال شويو اوبه سره يو ځاي کېږي. په تيره بيا ډير وخت واړه ماشومان په سختو نس ناستې، کولرا، موريقه، ملاريا ، پوليو، ژيړي او په نورو ناپيژندل شويو ناروغيو اخته کيږې. افغانستان په نړۍ کې تر ټولو هيوادو څخه جګه د ماشومانو مړينې احصائيه وړاندي کوي. په افغانستان کې هر څلورم ماشوم مخکې له دې چې پنځه کلن شې مرې. د خوار ځواکې ناروغۍ هغه دي چې له نا پاکو اوبو څخه رامنځته کيږې. د څښلو پاکې اوبه ښه روغتيا، د کار ځواک کچه جګه وي، کورنې خپلو پټيو، باغونو ته ښه اوبه ورکوي. تر ټولو مهم اړخ د ماشومانو مړينه په سيمه کې راښکته کوي. د جګړو پر مهال په زرګونو ښځې ماشومان بې له غوړو، اوبو، روغتيايې بېړنېوو مرستو، د موسوم سره ناسم کاليو اوغستلو سره په دښتو، غرونو، دره و کې د خداې په هيله روان وه او دي. ډيرو ميندو او ښځو به په لارو کې ماشومان زيږولې وي او مړه شوې به وي. ناروغو کمزور بوډاګانو به په ګېده وږي ماشومان له يو ځايه بل ځای ته بېولي وي . ژوندي پاتې شويو به د کډوالو په پنډغاليو کې د پلاستکې نمجنې خيمو لاندي پر خاورو ژوند کړی وي او کوي. په دغه حالت کې د مرستنديو سازمانو په شميره اټکل وه نيم مليونه ماشومان او ښځې ژوند کوي.همدا وجه ده چې د ماشومانو مړينه په اسيا کې تر ټولو جګه د ١٠٠٠ نه ٢٥٠ ژوندي پاتې کيږي. د بيلګې په توګه له ا نګلستان څخه سل واري په جګه کچه . جګړو افغان برېښنايې سکتور سخت وران کړی دی ، زېربنا يې په ډيره ناوړه حالت کې ده، برېښنا هروخت نه وي. د بريښنا فابريکې او بندونه زاړه دي. د بريښنا لېږد ولو سيمونه وراسته اوله منځه تللې دي. د ساتنې سيستم او خلک د بريښنايې ګواښ د خورا ډير کمښتونو سره مخامخ دي. همدا حالت ولس ته د ژوند يو لوي ګواښ جوړ کړي دي. د برېښنا ويش يا توزيع کولو کې اوس لويه درغلې روانه ده. د افغانستان خلک شپږ په سلو کې بريښنا ته لار لري. هر افغان په متوسط ډول په کال کې ٢١ کيلوواټ په ساعت کې د بريښنا مصرف لري، چې په نړي کې ورستې کچه ده .په دغه حالت پوهيدل او نسبې حل لپاره د اوبو اوبريښنا فنې، مسلکې او اهلې کار وزير پو هيږي.د ټول هيواد برېښنايې ځواک د ٪ ٥٠ څخه ډير د کابل د دوه نيمو نه تر درې نيمو ميليونو درنو ښاريانو ته مصرف کيږې. ولايات او کليوالي خلک له بريښنا څخه محرم دي. د ماهي پر او سروبي برېښنايې فابريکې او د اوبوزيرمې بندونه ٣٥ کاله مخکې المانې کمپنېو جوړی کړي، چې ټول ٨٨ ميګاواټه بريښنا تولېده وي . اټکل نيمايي يا ٪ ٤٧ بريښنايې انرژي رسول په همدوغو فابريکو باندي دي. دغه دواړه فابريکې اوس معضې فعاله دي او ډيري پرزې يې زړې دي. افغان دولت بايد پر نړيواله ټولنه فشار راوړي، تر څو دغه ملې ناورين او ستونزه تر يوې کچې پوري هواره شې. د ٢٠٠٤ کال نه را په دې خوا نړيوال پرمختيايې بانک افغانستان سره د دغو دوو فابريکو بياودانولو په برخه کې کارکوي. د برېښنا ويشل د لومړي توبو پر پرنسيب روغتونو، پوهنتونو، ښوونځيو، اداري دفترونواو توليدي فابريکو فعاله ول دې. بيا د کابل ښار درانه ښاريان او د هيواد ټول ګران ښاريان اوکلوال وګړي په برابر ه توګه برخه ورکړل شې . ټولو ته د څښلو پاکې اوبه او بريښنا په هيله !"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انساني سرکس", "output": "د کتاب نوم : انساني سرکس موضوع : ( طنزونه ) ليکوال : محمود نظري چاپ کال : ١٣٨١ لمريز چاپ چاري : محمود نظري تېراژ : ١٠٠٠ ټوکه صحاف خپرندويه مؤسسه کاسي روډ ، نورمسجد ته مخامخ ، کوئټه ، ټيلفون شمېره :ـ ٦٦٤٢٣٦-٨١-٠٠٩٢ بريښناليك :ـ palana_sahaf@yahoo.com زموږ بانکي پته :Muslim Commercial Bank Ltd. ,Account No:1514 Prince Road, quetta - pakistan"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازي ته ليک", "output": "ګورو چې هر ورځ په نړۍ کې بي امني زياتيږي او د دې سره اقتصاد، تعليم، صحت او نورو څانګو کي د نړۍ په سطحه او باالخصوص په اسيايي ملکونو او په خاصه توګه په افغانستان، پاکستان او عراق کې چېرته چې د امريکا لخوا نظامي مداخلې روانې دي ناورينونه مخ په زياتېدو دي. په دې هکله د نړۍ هر وګړى ځانته نظريات لري او د تحليل زاويه يې د نورو سره تفاوت لري. خو سره له دې چې نړۍ او په خاصه توګه امريکايان او اروپايان په ساينس او ټيکنالوژۍ کې ډېر مخکي تللي خو بيا هم هر څه ته د ټوپک په خوله ځواب وايې او کله يې هم دداسې مسايلو لپاره د خبرو اترو ميز ته د کيناستو زړه نه دى ښه کړى. جنګونه کله هم مشکلات نه شي حل کولاى او با لاخره ښه نتيجه نه لري چې تاريخ ددې خبرې ګوا دى. د صليبي جنګونو رانيولې بيا د اسرايلو، انګريزي امپراطورۍ، روسانو او اوس د امريکايانو تر امپراطورۍ پورې ټولو خپل زور ازمويلى خو نتيجه يې نده ورکړې. په هر جنګ کې په سلهاوو زره بې ګنا خلک وژل شوي، ښارونه او کلي وران شوي، بي کوري او مهاجرتونه ډېر � �وي، معيوبين او يتيمان لا زيات شوي او په ميلياردونو ډالر مصرف شوي خو نتيجه يې بيا هم منفي او د پيښيمانۍ پرته يې هيڅ لاسته راوړنه نده لرلې. راځئ چې د سليم عقل څخه کار واخلو او د خبرو اترو له لارې د مشکلاتو د حل په لټه کې شو. هغه داسې چې د ټولو اروپايې، امريکا، استرليا او نورو هغو ملکونو څخه چې ځوانان يې په افغانستان کي د ناټو او ايتلاف د قواو تر چتر لاندې جنګيږي څو لوستي او پوه ځوانان راشي او بيا د افغانستان دهر قشر څخه د طا� �بانو او هغه ټولو ګوندونو چې ترورستان بلل کيږي په شمول، او هم د هر ولايت او ولسوالۍ څخه لوستي ځوانان � �اوغوښتل شي او د يوه ګردي ميز تر شا کيني او ددوي نظريات په مستقيم ډول د نړۍ د ټولو تلويزوني چينلونو له لارې نړۍ ته خپاره شي تر څو نړېوال په حقيقت پوه شي. او دا مناقشه او مذاکره تر هغې روانه وي تر څو يو نهايي نتيجي ته ورسيږي. ددي ګټه به دا وي که هر يو کس د معقوليت څخه ووځي او داسي خبرې کوي چې سليم عقل يي نه مني نو نړۍ ته به دا څرګنده شي چې دا ګروپ خلک د زور له لارې خپل هدف ته ځان رسوي او د مشکل د پيدا کولو اصلي لامل همدوي دي. کېداى شي چې ددې غونډې په نتيجه کې نهايي فيصله د امريکا، ناټو او نورو زور واکانو په خلاف وي، نو بيا به لږ تر لږ ه هغه سوله خوښو خلکو ته چې همدغه ظالمو او جابرو دولتونو ذهناً اغوا کړي او د هغوي څخه ټيکس اخلي او د هغوي زامن په يوه ناجايزه جګړه کې وژني دا روښانه شي چې ددوي حکومتونه اصلاً د جګړې عاملين دي نه د تروريزم په نامه معما. په دې غونډه کې بايد ډېر اصطلاحات روښانه شي او بيا په جامعه کې ولټول شي چې ايا هغه عملاً عملي شوي او که يه؟ د مثال په ډول ډيموکراسي، تروريزم يا ترورستان، سخت دريځه، بنسټ پال، او داسې نور چې که د اعمالو په تناسب وګورو همدا غربي دولتونه دي چې د تروريزم او سخت دريځۍ څلي يې تر ټولو لوړ دي. د مثال په ډول يوې مسالې ته اشاره کووم چې هغه په افغانستان کې د خارجي قواوو شتون دى. څو ځلې د امريکا او ناټو قومندانانو د کليوالو او سپين ږيرو په مجلسونو کې دا خبره کړې چې مونږ د افغانستان د خلکو په غوښتنه راغلي يو. ملګرې ملتونه دي زما سره خپل نماينده ګان وليږي تر څو زه هغوي په کلو او بانډو کې وګرځوم او په هر جومات کې دا غږ وکړم چې څوک د خارجي � �واوو په شتون خوشحاله دى او يا يي په راغوښتو کې شريک دى نو دا خبره به روښانه شي چې د افغانستان څوسلنه خلک د خارجيانو مخالف او څو سلنه يې موافق دي. همدارنګه ملګري ملتونه بايد ددې غونډې د نتايجو او فيصلو پوره اح ترام وکړي او د هغې د تمويل او سر ته رسولو کې پوره مرسته وکړي. نو بيا به دا اعتراض ورک شي چې ګواکې ملګري م� �تونه دامريکا د لاس اله ده که داسې نه وي نو ددې ادارې اعتبار به همداسې مشکوک وي او په کار کوونکو به يې خامخا د ځينو کړيو لخوا حملي کېږي او د نورو د ګټو لپاره به قرباني کيږي. مننه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په زابل کي پر یوه امنیتي پوسته برید وسو", "output": "په زابل کي امنیتي چارواکي وايي چې تیره شپه د دولت مخالفو وسله والو طالبانو له کلات ښار سره نژدي پر یوه امنیتی پوسته برید وکړ د زابل امنیتی چارواکي وايي چي په برید کي مرګ ژوبله نده اوښتي خو د دولت ضد طالبان بیا ادعا کوي چي په ب� �ید کي يې شپږ عسکر وژلي دي او دوه رینجر موټر يي هم له منځه وړي دي همدارنګه نن سهار امنیتی کسانو د کلات ښار په یوه اړونده سیمه کي یو ځای پر ځای سوی ماین کشف او خنثی کړ طالبانو لا تر دا مهاله د وروستۍ پيښي په اړه څه ندي ویلی پدې وروستیو کي په زابل کي د تاوتریخوالي پيښي زیاتي سوی چي د زابل خلک يي سخت اندیښمن کړی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار لپاره نوی ټاکل شوی والي به ډیرپه کار پیل وکړي", "output": "دراپورونو لمخي معلومیږ ي چي سبا به په کندهار کي د کندهار نوی والي - افغان اصله کاڼاډائې ((توریالئ ویسا ))رسمي په خپل کار پیل وکړي .اته پنځوس کلن ډاکټر توریالی ویسا چي د کمونستانو په وخت کي د پرچم دګوند سره تړلی او د كندهار پوهنتون تر تاسيس وروسته د دغه پوهنتون لومړنى رئيس واوس اوس دکاناډا دبرتش کولمبيا په پوهنتون کې دکرنې دچارو استاد دى .ظاهراٌ پرون رسما د ولسمشر لخوا د کندهار دوالي په توګه وټاکل شو خو دوه اوونۍ تر مخه د نوموړي د مقریردو ګنګوسې په کندهار کي د کاناډآئې سرتیروپه منځ کي خپرې شوي وې . او داسي ښکاري چي د جنرال روفي تر لیري کیدو وروسته د افغان دولت او په کندهار کي د مېشتو کاناډائې سرتیرو تر منځ دناندریود اوج ته رسیدو و� �وسته ولسمشر ناچاره د نوموړي د مقریدو فیصله کړې وي . کاڼاډا رسماً د اسدالله خالد په وخت کي د کندهار د والي د ټاکلو په موضوع کي مداخله وکړه او په ښاغلي خالد ئې د بېکفایتی د تورونو د لګولو سره په څنګ کي یو کس د پاچا په نامه همدې دندي ته کاندید کړی و چي وروسته دافغانستان په داخلي چارو کي دمداخلی له کبله دسخت غبرګون سره م خامخ شول چي په پایله کي کاناډآ رسما بخښنه وغوښته . خوکاناډا تل د دولت سره د همغږی په نامه غواړي خپل د خوښي کس په کندهار کي دوالي په توګه وټاکي . چي همداسي هم وشول دا په تیرو دریو ماشتو کي د افغانستان په تر ټول نا امنه ولایت کندهار کي دویم والي دي چي په دنده ټاکل کیږي . تر ده مخکي جنرال رحمت الله روفي چي هم د کمونیستانو دوخت یو زوړ منصبدار او دده هم ګوندی و دری میاشتي پر نوموړې دنده تر پاته کیدو وروسته په ناڅاپي ډول له دندي ګوښه کړل شو .جنرال روفي چي د کندهار د والي په توګه په تاریخ کي تر ټولو ناکامه والي بلل کیږي دده دواکمنۍ په درې میاشتنۍ لنډه دوره کي ۷۲ مهم کسان د کندهار ښار او شاوخوا سیمو کي په مرموز ډول ترور، په میوند کي د ۴۸ لغماني ځوانانو ډله یزي وژني ، په کندهار ښآر کي پر ۱۶ معصومو ښځینه زده کوونکو دتیزاب پاشلو پېښي هغه څه دي چي حساب ورباندي کیدای شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یوه نوي سروي د افغانستان حالات ښه کیدونکي ارزوي", "output": "میرویس جلالزی د یوې نوي سروې پایلي چې پکې له ۱۵۰۰ افغانانو څخه د خپل هیواد او سیاسي مشرانو په اړه پوښتني شوي تیره شپه خپرې شوي. دغه سروي د جرمني د ای، آر، ډي او د امریکا د اې، بي، سي له لوري تر سره شوي ده . د دغه تحقیق پایلي ښیې چې په سلو کې اویا خلک ویلي چې هیواد یې په سم لوري روان دی. په سروې کې د بهرنیو ځواکونو څخه د افغانانو د ملاتړ کچه په سلو کې شپیته ښودل شوي چې د مخکنیو سروې ګانو په مقایسه د پام وړ لوړه ده . په دغه سرې کې په سلو کې اویا خلکو د حامد کرزي ستاینه کړي او نوموړی یې یو فعال او په کار پوه سیاست مدار په ګوتو کړی دی.دا سروي پرون په داسي حال کې خپره شوه چې ناټو شپږ سرتیري په افغانستان کې وژل شوي ول.افغان دولت د دغې سروې څخه خوښي څرګنده کړي او هغه یې د حالاتو د مثبت بدلون یوه لویه بیلګه په ګوتو کړي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دیموکراسي په رسوائي بدله شوه .(دحکمت لیکنه)", "output": "دیموکراسي هغه پدیده وه چې د افغان ټولنې په منځ کې ډيری نیکټائي والو پرې له کلونوکلونوژبه ټکوله او اولس ته به یې ویل چې که یوځلې دغه نظام دسیاسي زعامت تر دریځه ورسیده بیابه یې تاسو ووینئ چې ددې اولس اوهیوادټولې سمیږي اوکه نه . ددوی هم داالتجاء ترسره شوه څوکاله وړاندې دبوش دنړیوالې دیموکراسي ویشنې دپروګرام لومړنی مستحق افغانستان وشمیرل � �ونوځکه داولس له مرضي پرته دیموکرات زعامت له سمندرونوراواووښت اودارګ په غولي پیاده شو. په تمه شوي افغانان ددیموکراسۍ پایلوته سترګې په لار وه اوپه دې تمه وه چې ګوندې دهمدې نظام له برکته به یې دمودو وږې ګیډه یوڅه ډکه شي معنوي ارزښتونه خوهسې په دې نظام کې نسیامنسیاګرځول شوي ځکه چې دانسان ساخت نظام ده چې انساني غوښتنې پوره کوي نوځکه افغانانو هم ترې د شریعت اوخلافت تمه نه درلوده خوداارزوبه یې ضروردرلوده چې یوڅه به یې ژوندورسره هوساشي ارام اودخپلې خوښې ژوندبه ولري اونسبي عدالت به تامین شي دغه رازبه دکاراوروزګارموند� �وپه برخه کې فرصتونه ترلاسه کړای شي . خوتیرواتوکلونووښوده چې دافغان مسلمانې ټولنې درهبرۍ لپاره دیموک� �اسي تروروستۍ کچې یوناشایسته نظام وه ځکه ددې په ځای چې ټولنې ته یوڅه نسبي ثبات اوهوساینه راوړي افغانان یې په داسې بدمرغیوواړول چې په تیر تاریخ کې کله هم نه وه ورسره مخ شوي . افغانانوکه په تیردیرش کلن ناورین کې هرڅه بایللي وه خویوڅه لاهم ورپاته وه چې ټولنیز درنښت آبرو اووقاروه دغه رازافغانانودنورې نړۍ برخلاف خپل هغه اصیل اسلامي افغاني کلتور اودرناوی لاهم ساتلی وه چې نورې نړۍ ترې لاپیړۍ وړاندې اوږې سپکې کړې وې .دلته لاهم انسان یولړ قواعدو اومکلفیتونوته ځان ژمن باله هغه چې هم دانسان فردي اوهم اجتماعي کړنې تنظیموي دغه پاته م عنوي ارزښتونه هغه څه وه چې افغانانوته یې په نورونړیوالو په کافي توګه برتري اوامتیازورباښه لکه څنګه چې هغوی په مادی ژوند کې ترې وړاندې دي . خوڅوکاله وړاندې دراواردې شوې دیموکراسۍ لومړنی ګوذارپه همدې ا� �زښتونووه دیموکراسي ددې په ځای چې بې سروسامانه افغان ټولنه یوسم لورې ته رهبري کړي یوازې په ظاهري منفي تح ول کې خلاصه شوه . په لومړۍ دړکه کې دازادې له شعارنه په استفاده خلک په ږیرو راسم شول هغه چې په څوزره کلن افغانستان کې دنارینه پسول بلل کیدې له یوه مخې یې وخریلې تردې چې ځينې دڅوکلن جهاد اواسلامي نظام دعوه داران هم په دې ټېل کې لاړل اوپه خپلوټولوشعارونویې پښې کیښودې دغه رازدښځودازادۍ په مسئله کې دیموکراسي دومره افراطي بڼه خپله کړه چې په ډيری مواردوکې خویې اروپااوامریکاهم ترشاپرېښوه له عامه بې سترۍنیولې بیادیوناماترلچرتوب اوهغونادودوپورې چې ژبه نه پرې اوړي . اصلازماددې لیکنې لامل یوبله تازه نادوده وه هغه چې ددیموکراسۍ په بازارکې ښه چلښت لري خوپه اصیل اسلامي افغاني کلتورکې ورته په درنه سترګه نه کتل کیږي .لکه څنګه چې معلومه ده دیموکراسي په انتخاباتواوګڼ ګوندیزنظام باندې باورلري چې دولسمشرۍ لپاره به انتخابات کیږي کاندیدان به نومول کیږي بیابه تبلیغاتي منډې ترړې کوي اوهریوبه په ډکومجلسوکې دنوروپه پرتله ځان سپین چرګ حسابوي معنی خپله درنه دبل سپکه به یې کاروي . خوددې لپاره هم په نړۍ کې یوه سلسله اصول اوپرنسیپونه شته چې سیال کاندیدان ورته ځان ژمن بولي هغه داچې دیوه اوبل وجودزغمل کیږي انساني درناوی چې دمطلق انسانیت ترمنځ دتعامل اصل بلل کیږي له منځه نه ځي اوټول یوه اوبل ته په درنښت قایل وي . خودکابل په دیموکراسي کې بیا خبره بل وړده له کومې ورځې چې دانتخاباتواوازه خپره شوې له اخلاقي نګاه یوه کرغیړنه جنائي لړۍ هم ورسره پيل شوې هغه چې نه یوازې دکاندیدانواعتبارننګوي بلکې داولس دتش په نامه سرخیلانوپه نامه دافغان اولس نړیوال درنښت اوابروته هم ګواښ پیښولی شي . په ورځنۍ توګه په خبرونوکې اوروچې دیوه اوبل پلویان ډبول کیږي عکسونه شکول کیږي په کمپایني غونډوکې په سپینه ورځ رشوتونه ویشل کیږي په یواوبل رنګارنګ تورونه پورې کیږي دکاندیدانوترمنځ داسې معاملې روانې دي چې پخوایې چاتصورنه وه کړی په رایوباندې سمه بولۍ لګیدلې اوپه عام بازارخرڅيدلای اواخیستل کیدلای شي یوقومي مشراوتنظيم سالارپه عام محضرکې اعلان کوي چې درایوپه مقابل کې ورته پلاني کاندیددغه اوهغه وزارتونه منلي دي کاندیدان چې لومړېې شمیرترڅلویښتوواوښت اوس یې ټولومعاملوته مخه کړې اودیوه بل په ګټه له کاندیداتورۍ تیریږي . له بلې خوڅنګه چې دراتلونکي ولسمشرپه انتخاب کې دبهرنیانوپه تیره دامریکایانوم� �اتړاورضائیت هم کلیدي فکتوربلل کیږی نوله کاندیدانوڅخه هریوپه دې هڅه کې دی چې ځان سپینې ماڼۍ ته مخلص اوغاړه ماتی ثابت کړي څه موده وړاندې چې امریکايي سفیرایکن بیري له کاندیدانوسره دلیدوکتولړۍ پیل کړې وه هیوادوالو ولیدل چې دنوموړې په وړاندې دځینوکاندیدانوچاپلوسي اومداهنت آمیزه چلندپوره اسلام اوافغانیت شرم وونکی وه داچې دټلویزون په مخ داسې صحنې تیریږي دپردې ترشابه څه روان وي . دااودې ته ورته نورې انتخاباتي تبلیغاتي نادودې ټول هغه څه دې چې نه یوازې مسلمان افغان کلتوریې نه ایجابوي بلکې په نړیوالوانساني ټولنوکې هم ساری اوسابقه نلر ي خوکه دداډول کړنوعاملینوته څوک په دې اړه دانتقادګوته نیسي نودوی بیاځان دیموکراسۍ ته متعهدبولي اووايي چې په دیموکراسۍ کې انتخاباتي مبارزې یومهم اصل بلل کیږي . نواوس پوښتنه داده چې ایارښتیاهم ددیموکراسۍ تقاضا همداده اودنړۍ ټولې دیموکراسۍ همدومره بې چوکاټه دي که ځواب هووي نوبیاسړی ویلی شي چې ددیموکراسۍ ټیکدارانوله کلونوکلونوافغان اولس ته پوره دروغ ویلي وه چې دیموکراسې ددې ټو� �نې لپاره یووړنظام دی بلکې نه یوازې دافغانانواومسلمانانوبلکې دهیڅ انسان لپاره دانظام کوم دپام وړارمغان نه شي درلودای بلکې یوازې دنیايی اواخروي رسوائي ورپه برخه کولای شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرال خدايداد:طالبان په هيروينو سټينگرتوغندي اخلي", "output": "محبت خان د افغانستان د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزی وزير جنرال خدايداد ويلي چې وسله وال طالبان اوس په دې � �ټه کې دي چې د هيروينو په پيسو د الوتکو ضد امريکايي سټينگر توغندي وپير ي .دا توغندي د اتيايمي لسيزي پر م هال امريکې افغان مجاهدينو ته ورکړل چې پرې د پخوانی شوروي او په افغانستان کې د هغه دولت د لاس پوڅي حکومت هوايي ځواک کمزوری کړي چې همداسي هم وشول .د جنرال خدا يداد دا خبرداری په داسي حال کې خپور شوی چې همدا اوس د رومانيا په پلازمينه بخارست کې د ناټو تړون د مشرانو غونډه روانه ده . د افغانستان د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې وزير وويل: طالب وسله وال غواړي سټينگر او يا تر هغه هم پرمختللي وسلې تر لاسه کړي چې پرې د ناټو ځواکونو چورلکي په نښه کړي او که چيرته هغوي په دې کار بريالي شي نو په افغانستان کې به د ناټو ماموريت له ست� �و ستونزو سره مخ شي. نوموړي د ناټو تړون مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د کوکنارو په له مينځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي تر څو طالبان خپلي دې موخي ته ونه رسيږي . د بينوا ويب پاڼي د خبريال په حواله جنرال خدايداد چې د توغنديو په برخه کې پوره مهارت لري د مجاهدينو پر وړاندې د ډاکترنجيب الله د حکومت يو عمده سياسي غړی بلل کيده . هغه د 7 کاله د هغو مجاهدينو پر وړاندي جنگيدلی وو کوم چې په بريټانوي توغنديو (بلوپايپ) او ام� �يکايي سټينگرو ثمبال ول .جنرال خدايداد دا دوه ډوله توغندي د ډاکټرنجيب الله او شوروي د هوايي ځواکونو د را پرزولو او فلجولو عمده دلايل په گوتو کړل .جنرال خديداد گواښ وکړ چې که چيرته نړيوال په افغانستان کې د مخد� �ه توکو د مبارزی لپاره جدي گامونه پورته نکړي نو لري به نه وي چې طالبان به له هيروينو څخه په تر لاسه شويو پيسو باندي په نړيوالو بازارونو کې د الوتکو ضد توغندي وپيري . (سټينگر توغندی )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "برتانوي پوليس: د يوې زوروري چاودني مخنيوى وسو", "output": "د لندن دپوليسو سرچينو ويلي چي نن د جمعې په ورځ يې د لندن په مرکزي برخه کي يو ځای پر ځای سوئ موټربم تر کشف کولو وروسته خنثی کړئ دئ. دغه چاودېدونكي توکي چي ګومان کيږي لوی ورانی به يې رامنځته کړئ وائ؛ په يو مرسډيز بنز کي چي د لندن په مرکزي برخه د پيکادي� �ي نومي ميدان ته څېرمه په هې نومي مارکيټ کي د چاودني په موخه درول سوى وو. پوليس په داسي حال کي دغه خبر وركوي چي د انګلستان د نوي صدراعظم ګورډن براون د رسمي كار پيلوني فقط دوې ورځ تېري سوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ورځ ده هغو ده چې په شپه کې ځانته کور جوړويله رڼا تښتي په تياره کې ځانته کور جوړوي زما باور دی د آه ږغ به له چا پورته نسي چې هر سړی خپله سينه کې ځانته کور جوړوي چې د خدای قهر ورته وسي او له مځکې اخلي راشي زموږ په محله کې ځانته کور جوړوي اول دي خال وپوښتي څرنګه تک شين سويدی بيا دې د زلفو په سايه کې ځانته کور جوړوي بس زما پير دی زه يې بې شرطه لاسنيوی کومه څوک چې د ميني جزيره کې ځانته کور جوړوي ودې مين ته به هنره چا دعا کړې وي چې له جانان سره کوڅخه کې ځانته کور جوړوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشرکرزي له ریچرد بوچرسره ولیدل.", "output": "پرون ماښام دولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولسم� �رکرزي دامریکې دمتحدو ایالاتودبهرنیوچارووزارت داسیا دبرخې مرستیال ریچرد بوچر سره ولیدل له تروریزم سره مبارزه یی یاده کړه دغه راز تیره ورځ بوچرله پنجشیره هم لیده کاته کړي وه دی به نن هم په کابل کې تم شي اوسبا به پاکستان ته ولاړ شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر : کندهار : چاودني ٢٧ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول", "output": "لودين نن سهار نهه بجي د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کي پر ٣٠٣ ډوله موتر چي د هرات ولايت خخه يي مسافر کندهار ته ليږدول چاودنه سوي ده چي په ترڅ کي ١٢ تنه مسافر چي ښځي او ماشومان پکښي شامل دي وژل سوي دي او ١٥ تنه زخميان شوي دي چي زخميان دا مهال په ميرويس روغتون کي تر درملني لاندي او ميرويش روغتون د کندهار ښاريانو څخه هيله کوي چي دوي دويني له کمښت څخه سره مخ دي او بايد د زخميانو دژغورني دپاره د ويني مرسته وکړي .د کندهار والي وياند زلمي ايوبي وويل چي پيښه نن سهار نهه بجي د نوموړس ولسوالي په شيرعلي کاريز کي رامنځ ته سوي ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې مفسد بهرنيان ونيول شول.", "output": "په کابل کې د اخلاقي فساد په تور يو شمير بهرنيانۍ ونيول شوې. ويل کيږي چې دغو بهرنيو ميرمنو د کابل ښار په بيلابيلو ميلستونونو کې فعاليت درلود چې تيره شپه د نوموړو ميلمستونونو د خاوندانو سره يوځای ونيول شوې. د کورنيو چارو وزارت د اخلاقي فساد د مخنيوي د کميسيون رئيس عبدالجبار ثابت وويل چې دې ښځو د کابل په يو شمير ميلمستونونو کې د فساد زمينه برابره کړې وه چې د پوليسو له خوا ونيول شوې او ډير ژر به يې اړوندو هيوادونو ته واستول شي. د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې يو شمير چينايي ښځې چې په ورته کار يې لاس پورې کاوه، هم د پوليسو له خوا له نيولو وروسته خپل هيواد ته واستول شوې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل ښاریانو د پوډریانو د نابودولو لپاره له ایساف څخه مرسته وغوښته", "output": "کابل ښا� �یانو د پوډریانو د نابودولو لپاره له ایساف څخه مرسته وغوښتهميرويس جلالزی د کابل ښار د دهمزنګ، تپه ی سلام، ده بوري، دریمې او څلورمې کارتې اوسیدونکي وایې چې د پخواني شوروي د علم او فرهنګ دخوني په اوسنۍ کنډواله کې له میشتو پوډریانو څخه سخت په تنګ شوي دي او دا ځل د ایساف له ځواکونو غوښتنه کوي چې له دغو شر اچونکو عناصرو څخه دوي وژغوري.د دهمزنګ د سیمې یوه تن اوسیدونکي بابرشاه بینوا ویب پاڼي ته وویل چې د مازدیګر له څلورو بجو وروسته د دوي سیمې ته د پوډریانو جوپې ور ماتې شي او په لسګونو پوډریان د یوې مړۍ نامشروع ډوډۍ د موندلو لپاره په لارو کوڅو کې چاڼیز عملیات پیل کړي.بابرشاه وویل چې پو� �ریان د خلکو له کورونو، جوماتونو، دولتي تاسیساتو او دوکانونو څخه هر هغه څه چې په لاس ورشي غلا کوي او بیا یې په ناچیزه بیه په بازار کې پلوري چې له تر لاسه شویو پیسو څخه بیا ځان ته د پوډرو په برابرولو کې کار اخلي.بابرشاه وویل چې تیره ورځ یې همدې پوډریانو یو بوټ کله چې دی د جومات په دننه کې د مازدیګر د لمانځه په ادا کولو بوخت وو غلا کړ او نن سهار ده خپل غلا شوی بوټ د دهمزنګ څلور لاري ته نژدې د یوه ناست موچي څخه چې نوموړي له پوډریانو څخه د لسو افغانیو په بدل کې اخیستی وو تر لاسه کړ.دا یوازي بابر شاه نه دی چې له پوډریانو په تنګ دی بلکه د دهمزنګ، تپه ی سلام، ده بوري، دریم ې او څلورمې کارتې ګڼ شمیر اوسیدونکي له دغې ټولنیزي ستونزي سر ټکوي.هغوي وایې چې په لسهاوو ځله یې له پولیسو د دې ستونزي د لري کولو لپاره مرسته غوښتي او هغوي په دې برخه کې پاتي راغلی او دا ځل له ایساف ځواکونو غوښتنه کوي چې له خپل ګڼ ملیتیز ځواک څخه د پوډریانو په نابودولو کې کار واخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار او میدان وردګو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي", "output": "میرویس جلالزی د کورنیو چارو وزارت وایې چې د میدان وردګو په نرخ او د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د پولیسو په موټرو بمي چاودني شوي.د وزارت یو بیان چې نن یې یوه کاپي د بینوا ویب پاڼي ته رسیدلي کاږي چې د میدان وردګو د نرخ ولسوا� �ۍ په مربوطاتو کې د افغان پولیسو یو موټر په ماین الوتی او دری پولیس پکې وژل شوي دي.دوهمه چاودنه په کندهار کې د نشه یې توکو سره د مبارزې د پولیسو پر موټر شوي چې پکې پینځه پولیسان او یو ولسي وګړی پکې وژل شوي دي.دغه پولیسان د کوکنارو د کروندو د له مینځه وړلو د یوه کمپاین د جاج اخیستو په موخه سیمې ته روان ول چې له پیښې سره مخ شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "راشه چه سپرلی دی شم", "output": "راشه چه سپرلی دی شم راشه چه سپرلی دی شم ګ� �زار دی شم راشه چه د بدی ورځی یار دی شم ستا د پاکی مینی محبت کی یا� � ژوندشمه وږمه شمه بهار دی شم نه شته بله لار نه بل تدبیر چیری راشه چه مرهم دی شم قرار دی شم ته ما ته په مینه مینه وګوره زه به دی لمبه شمه انګار دی شم ما سره جذبه د ه محبت زړه کی راشه چه کاکل دی � �م سینګار دی شم مینه د اخلاصه سره خوندکوی راشه چه د مینی وفا دار دی شم هسکه غاړه زیب لری امیل سره راشه چه دسپینی غاړی هار دی شم شرنګ دی دپایزیب په زړګی ښه � �ګی راشه چه پایزیب دی شم شرنګار دی شم ---------------------------------- سمیع الدین افغانی ٢٦ - ٥ - ٢٠٠٩"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ثور د اوښتون کورني شرايط اونړيوالې .. (پنځمه برخه)", "output": "دثور داوښتون کورنی � �رايط اونړيوالې پايلې( پنځمه او وروستۍ برخه ) ودانی په يوه دم کښی شی ويرانه مرد هغه دی چی ودانی کا ورانۍ (رحمان بابا) درسونه او وړانديزونه : هغو زړه ورو افسرانو مخکی لدی نه چی پدغه نيټه د وظيفی په نيت له کوره ووځی ، بچيان ئی پرمخ مچ او له خپلو ميرم نو سره ئی مخه ښه وکړه . دوی ښه پوهيدل چی کيدلای شی بيرته ژوندی کورته رانشی . ژوند پرهرچاګران دی ، مګر دوی پدغه کار سره غوښته د وطن او اولس دپاره خپلې وطنپالې دندی ترسره کړی . دا نه ددوی دنده نه وه چی ددی عمل په عواقبو پوه شی او نه ئی ممکن پدغو چارو باندی دپوهيدلو توان درلود . هغه څه چی ئی دوی ودغی قربانيو ته وهڅول ، هغه د وطن مينه وه او بس . دوی هيڅ خبرهم نه وه چی د پردی شاته څه تيريږی کنه نو ددوی په رګونو کښی هم وينی وی نه اوبه . اوس چی مو دنوموړی اوښتون وروسته د پيښو يو غملړلۍ اوږد انځور تر سترګو تيرکړ ، پکار ده داوښتون درسونه دهغه دناکامۍ په علتونو کی ولټوو چی ډير مهم به ئی دا وی : ١ - ديوې ملې ايديالوژۍ نشتوالۍ او دخارج نه واردې شوې ايديالوژۍ په پټو سترګو منل . ٢ - دپيښو په پرمختګ کښی دکورنې عنصر په پرتله وخارجی عنصر ته ډير اهميت ورکول چی داکار د ډيالکټيکی اصولو سره هم اړخ نه لګوی . ٣ - دپاڅون نه وړاندی يوازی دعمل وفزيکې اړخ ته پام ړول او دهغه دمعنوی اړخ دڅيړلو او د وروستی عواقبو دسنجولو سستوالۍ او دتوان کمزورې . ٤ - دټولنې دعينې او ذهنې شرايطو کم ارزول يا بيخی له پامه غورځول . ٥ - نورو ملی وطنپالو او دموکراتيکو قوتونوته لږ ا� �زښت ورکول . ٦ - په عملی سياست کی دتجربی لږوالۍ يا بيخی نشتوالۍ . ٧ - د اوښتون وروسته دبنسټيزو بدلونونو په پياده کولو کښی دبيړې او تاوتريخوالې نه کار اخيستل . ٨ - داوښتون پرضد دګاونډيانو دنامهربان چلند باالقوه توان له پامه اچول . ٩ - په ټولنه کښی داوښتون دباالفعل او باالقوه دوستانو اومخالفانو توپير نه کول . ١٠ - دکرملين سره د تش پنامه دوستۍ دساتلو پخاطر له ټولې نړۍ نه مخ اړول . ١١ - او په پای کښی دشورويانو پرله دسيسی او بيا مستقيم يرغل وو چی اوښتون ئی په پريکنده ډول مات او له پښو واچاوه . په دغو ټولو لوړو علتونو کښی تر ټولوملا ماتوونکۍ د سره اردو تيرۍ وو . اوس به خامخا دځينو کسانو سره داپوښتنه پيداوی چی ايا شوروی مشرانو ولې پدی کار سره دافغانانو په وړاندی چی په ټينګه ئی ددوستۍ لاس ورکړی وو ، دومره دښمنۍ وکړه ؟ ايا دوی ولې په ځانګړی توګه دپښتنو په وړاندی د جينوسايډ ( ډله ايزی وژنی ) بيرحمانه چلند نه کار واخيست؟ څيړونکې پدی نظر دی چی د بلوچستان نه نيولې تر وزيرستان او ان چترال پوری دډيورنډ دواړو غاړو ته د زيږو ( زيګو ) پښتنو يو ډير کلک کمربند پروت دی چی دشوروی رسيدو ته ئی ترګرمو اوبو پوری لاره خنډه کړيده . ځکه ئی نو تصميم نيولې وو له هرڅه نه وړاندی بايد پښتنې واکداران له پښو وغورځوی او بيا دخپل يوه لاسپوڅی دځای پرځای کولو وروسته هغوی په فزيکی او معنوی ډول وځپې او ديوه پياوړی قوت په حيث ئی دړی وړي کړی . کارمل ، کشتمند او ددوی ګروپ شورويانو پدی موخه ډير جوړ او مناسب کسان په پام کې نيولې وه چی مکار کارمل ته ئی دپښتنو دغولولواو په خپلو منځو کی سره جنګولو او کشتمند ته ئی دازاد هيواد په توګه دافغانستان دتجزيی پلان جوړولو او د عملي کولو دپاره ئی د تد بيرونو نيولو چاری سپارلې وی . کله چي دګرباچوف په وخت کی دکرملين پاليسی بدلون وخوړ او داکار ئي ناممکن وليد او دافغانستان څخه ئی دخپ� �و عسکرو ايستلوته بهانه جوړه کړه ، همدغه دکارمل - کشتمند ډله وه چی لومړۍ ئی دپرځان مين ډاکتر نجيب الله په وجود کي دافغان پياوړی ملې اردو وتجزيی اوسره پاشلو ته لاره هواره اوهغه بيچاره ئی د دغسی يوه اردو له ملاتړ نه بی برخی کړ . پدی ډول دوی وکړای شول په تدريجی توګه بريالې ګامونه واخلې څو په پای کی ئی دی کلابند اويوازی پدی وتوانيدی دملګرو ملتونو تر دفتر پوری په تښته ځان ورسوی . داچی نور نو دملې دفاع ملاتړ ورسره نه وو ، هغه ئی په ډيره اسانۍ سره راوپرځاوه اوبيا ئي دشوروی واکمنانوسره دپخوانی لاسليک شوی پروتوکول له مخي وهغو کسانوته واک وسپارې کوم چی پخوالا پدی موخه په پخوانې جوړ شوی پلان کې په نظر کی نيول شوی وه . � �وړ ټول علتونه او پايلې ئی هغه څه دی چی د ځوان نسل سياست خوښونکې بايد درس تری واخلې او پری نږدی چی داډول ب� �اګانې ئی په کور کی يواربيا لنګی او بچيان وزيږوی . پدی اړه دسياسی ګوندونو رول ډيراغيزمن تماميدلاي � �ی ځکه دايوازی سياسی ګوندونه دی چی دځوانانو په ډله ايزه سياسی روزنه کښی د ونډی اخيستلو دنده پرغاړه لری . د فرصت نه په ګټه اخيستنه اړينه بولم دخپلو تيرو ليکنو څخه داوسنيو سياسی ګوندونو د نااغيزمن رول او نيم ګړتياوو په هکله څو ټکې تکرار او ددغو نيمګړتياوو د له منځه وړلو په اړوند خپل وړانديزونه يواربيا دهغوی تر سترګوتيرکړم ، نور نو دوي پوه شه اوتاريخی مسئوليت ئی . لکه شاعر چی وايی : نفس په بدو درته پند کا زه په نيکو د قارون په نغوته ځی که د کليم دبده مرغه دا ګوندونه لاتر اوسه د کميت او کيفيت له مخی ډير ناتوانه ، سره پاشلې ، اوتر لويه بريده ئی يا د روانې غميزی وعلتونو ته پام نشته، يا بيخی ورنه بی خبره او يا ئی اړين درسونه ورڅخه اخيستې ندی . دوی لا اوس هم د يوی ملی ايديالوژۍ و رامنځته کولو ته پام ندی اړولې ، ملي يووالۍ چی دلويو ستونزو دحل کيلې ده ، ددوی د کاری اجندا په سرخط کی نه راځی . اکثره ګوندونه يوازی دکاغذ پرمخ او دعدليی په وزارت کی شتون لری ، په ټولنه کښی اصلا د لمس وړ ندی ځکه چی پهلوان زنده خوش است اودوی لاس ترزنه ناست دی . داخبره هم دپام وړ ده چی دډيرو سياسی ګوندونو دنااغيزمنتوب يوبل مهم لامل هم ا� �تصادی بيوسې ده . دوی داقتصادی توان دلوړولو دپاره کورنی امکانات نلری او دبهرنی امکاناتو په مټ دا وړتيا ت� �لاسه کول بيا ددوی ملی کړو وړو ته زيان رسوی . که څه هم ځينی ګوندونه ، کوم چی دساړه جنګ پرمهال ئی دځينو دو� �تونو اواستخباراتی ادارو څخه بی حسابه مالی مرستی ترلاسه کړی اويائی دنجيب الله تر پرزولو وروسته دهيواد پربانکونو باندي قبضه پلاس راوړی اودخپلی خوښی سره سم ئی دروسيې په امنيتی او مافياوی کړيو کښی دپيسو دچاپو� �و توان درلود ، دوی اوس هم بشپړه اقتصادی وړتيا لری . خوداچی داډول ګوندونه د جنګونو په جريان کی دځانګړو م وخو پخاطر منځته راغلې ، نو هلته دهغو شرايطو سره برابر داسی کسان راټول شويدي چی اصلا جنګی ډلی او په نورمال حالت کی دسياسی مبارزی دهيڅ شکل سره بلدتيا نلری . ځکه نو ددغو ګوندونو توان دمنفی اغيزی ښندلو په موخه پياوړۍ دی چی لدی کبله ئی زيان دنورو اقتصادی ناتوانه ګوندونو په پرتله د دموکراسې څخه په ناوړه ګټه اخيستلو او د نورمال دموکراتيک بهير دپرمختګ په ورانولو کښی څوبرابره زيات دي . اصلې خبره داد چی ګوندونه د وران ويجاړ هيواد په بيارغونه او سياسی ټيکاو کی ترهغه ځايه چی ددولت پلانونه دخپلو تګلارو له مخی دتائيد وړګڼی ، بايد په ترسره کولوکښی ئی مرسته ورسره وکړی او په هغو چارو کی چی ئی کړنی ګټوری نه بولې ، بايد دسياسی لارو په زړه پوری مشوری ورکړی او دسياسي مبارزی داړينو شکلو څخه په کاراخيستلوسره ټولنزذهنيتونه و� �وزی ، دموکراسی پخه او وده ور کړی ، نه داچی دا نيمګړتياوی بهانه وټاکی او دټيکاو ورانولو ته پښی را لوڅۍ کړی . که داخبره منو چی دموکراسی ديوه سياسی سيسټم دپاره ترټولو غوره اومنل شوی لاره ده ، نوپه ټولنيز نظام کی دسياسی ګډون په موخه ګوندی پلوراليزم او دګوندونو جوړول هم يوه اړينه موضوع ګڼل کيږی . پدی هيله بيا څنګه کيدلای شی منځته راغلو ګوندونوته د سياسی اغيزې ښندلو رول پلاس ورشی ؟ دسياسی څيړونکو په اند ، پکارده چی ټول ګوندونه پردريو ډلو وويشل شی : ١ - کيڼ لاسی ګوندونه . ٢ - منځ لاری ګوندونه . ٣ - ښی لاسی ګوندونه . پدی ډلو کی به ګوندونه دخپلو تکلارو دنژديوالې له مخی سره ټوليږې او ددی دپاره چی نوموړی ډلی په خپلو منځونو کښی ژر ګډ نظر اوپريکړوته ورسيږی ، بايد دتګلارو دورته الې پربنسټ يو په بل کی ورګډ اولوی واحد ګوندونه جوړ کړی . په هره پيمانه چی دګوندونو شمير دسره ګډيدو لامله کميږی ، په هم هغه پيمانه ئی دغړو شمير زياتيږی ، دهيوادهر ګوټ ته ريښی ځغلولای شی ، دپسيف حالت نه پاڅيږی اوپدی توګه ئی اغيزمنتيا لوړه ځی اوپه ټولنه کښي سياسی اعتماد اواعتبار پلاس راوړی . يوازی پردغه ډول ګوندونو باندی اولس حساب کولای شی او دراتلونکی په هکله خپلې هيلې و� �پوری تړلای شی . دانوهغه لاري دی چی له مخی ئی ګوندی غړی دخلګو نه رايي ترلاسه کولای اوپه سياسی سيسټم کی خپ� �ه برخه اخيستلای شی . داګوندونه نور ژوندی ، فعال او دمعيوب ماشوم په څير دټولنۍ داوږو بار ندی . داوسنې موجودو ګوندونو څخه د يو دوو درو نه پرته چی دافراطی توپيريزو مفکورو پربنسټ منځته راغلې دی ، نور ټول ئی په درو لوړو سياسي ډلو کښی دخپل وزن سره سم ځانو ته مناسب ځايونه موندلاي شی . داځکه چی داکثرو ګوندونو نه يوازی تګلاری بلکه نومونه ئی هم دومره سره نژدی او ورته دی چی حتی هغه کسان ئی لاهم يو له بله سره غلطوی ، کوم چی دسياست مينه وال او دسياسی ګوندونو سره اړيکی لری . د سياسی څ يړونکو له نظره يوازنی ډير مهم لامل چی دګوندونو دسره نژديواې او پوره يووالې په کار کښی ځنډ ګرځيدلې ، هغه په يولړ ګوندونو کی دهغو مشرانو شتوالې دی چی يا په اوسنې شرايطو کښی دسياسی اړتياوو په هکله دپوهيدو توان او وړتيا نلری او يا دعقدو نه ډک ، پرځان مين او دخپلو طبعی متحدانو سره په يوځايوالې کی دخپل مقام دلاسه ورکولو څخه په ډارکی دی . ځکه نو د ذهنيتونو دغولولو پخاطر راز راز پلمې جوړی ، کله دا ډله کله هغه ډله په ناوړو نومونو يادوی او په يوه يا بل ډول تورونو ئی توروی . د زوريدلې اوناهيلې اولس غوښتنې يوازی او يوازی دټولو دموکراتيکو قوتونو دګډ کار ، سره يوځای کيدو او يووالې پربنسټ ترسره کيدلای شی . پدی خاطر نو د دغه ډول ګوندونو ليکو ته پکارده دهمدغه ټکې په پام کی نيولو سره مخکی لدی نه چی ځان غوښتونکې مشران ئی ګوند ددموکراتيکو قوتونو او طبعی انډيوالانو تر منځ تجريد او په اولس کښی بی اعتباره کړی ، بايد دوی لومړۍ دنوموړو مشرانو غوږونه ورخلاص اوبيا ئی دګوند په دننه کښی تجريد ، بی اعتماده او پر ځای ئی دداسی يوه مشر دټاکلو دپا� �ه لاره پرانيزی کوم چی ګوند ته په ټولنه او سياسی بهير کی داعتبار او مناسب ځای پيداکولو توان او وړتيا ولری . پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "موسکا شه چي جهان درته موسکا شي", "output": "کله نا کله انسان په خپل ژوند کي له داسي پېښو او دریځونو سره لاس او ګرېوان شي چي د تفکر حلقه یې تنګه شي او د سینې تنګي یې زړه کلابند کړي او په ظاهري څېره یې د وېر او کاوړ آثار څرګند وي او مخ یې توره لمبه وهي ، څوک یې مخ ته نشي کتلای ، یواځینی شی چي د هغه مخ د کتلواو � �یدلو وړ ګرزوي هغه (تبسم) یوه وړه موسکا ده ، موسکا هغه ماده ده چي دوېرجني ټنډي ګونجي ختموي او دمخ تور والی په ګلابي رنګ بدلوي . که هر څومره انسان له سختودرېځونو سره مخامخ شي خو یوه وړه خندا هغه نعمت دی چي د هغه د مخ ښکلا برېښوي ، د هغه اود هغه د دوستانو په زړونو کي د خوښي اوانبساط زړي شنه کوي ، اودا کومه د تعجب وړ خبره نه ده ، دخندا سرچینه د انسان په دننه کي هغه فطري احساس دی چي د هغه په خوشاله ساتلو او د وقایعو په وړاندي هغه ته د مقاومت کولو توان وربښي ، غالبا انسان ته سکون اوهوساینه ورپېرزو کوي ، تاسوبه داسي کسان ډېر لیدلي وي چي که له یوې خوا ددنیا غمونوپه سر اخېستی وي او تل د غمونو په سیوري کي د ژوند شپې ورځي تېروي خو په عین وخت الله تعالی ورته د موسکا هغه نعمت هم ورپېرزو کړی وي چي کله یې وینې هغه یې په داسي شکل په شونډو خپره وي چي ناروغانو ته روغتیا ډالۍ کوي او د وېر ځپلو انسانانو زړونه خوشاله کوي او د مصېبت وهلیو اوښکي وچوي، دنیوي غمونو د هغه د موسکا مخه نه وي نېولي او د ژوندانه ترږمیو د هغه د غاښونو په برېښ پېڅول نه وي غوړولی . او د ژوندانه په هر جمپ د هغه د موسکا ډېوه بله وي چي نه یوازي هغه ته بلکه نورو انسانانوته هم رڼا ورکوي . ډېري داسي پېچلي دریځونه د انساني تاریخ په بهېرکي مېنځ ته راغلي دي چي غوره حل یې ځلانده موسکا ګڼلي شوي ده ، همدغي بې بهاموسکا ډېري داسي ستونځي په نطفه کي خنثی کړي دي چي ممکن وولمبې یې پ� �اخي شوي وای. هغه کسان څومره بدمرغه دي چي په څېرو یې موسکا نه لیدلي کېږي که هغوی ته معلومه وای چي ددې وړې موسکا څومره مثبتي ګټي دي یوه شېبه به یې هم بخل نه وای ورباندي کړی ، موسکا د اعصابو ستوماني له مېنځه وړي ، نېکمرغي اوخوشالي زېږوي ، زړه ته سکون وربښي ، د مخ عضلاتو ته قوت بښي او هغه فعالوي ، انسان د تنهایې له تیارې څخه راباسي ، اود خلګو په زړونو کي د هغه مینه او ه� �کلی پیدا کوي ، دموسکا درخته نوري هم زیاتي مېوې لري چي انسان په هره ګړۍ کي ورڅخه استفاده کولای شي . م وسکا داسي جادویې اغېزې لري چي نظرونه د ځان لوري ته راکاږي ، زړونه وړي او عقلونه ګونډه کوي ، یوازي یوه د پ� �اخي ټنډي موسکاده ولوکه وړه وي تاسو یې آزمویلای شۍچي څومره په مقابل طرف ژوره اغېزه کوي . له طبي پلوه هم ډاکټرانو په خپلو روغتیایي څېړنو کي دا خبره جوته کړي ده چي هغه څوک چي موسکا یې عادت وي د هغوی عمرونه د هغه چا په نسبت اوږده وي څوک چي له دې نعمت څخه بې برخي وي دا ځکه چي هغوی تل خوشاله وي په زړونو کي کوم رنځ نه پرېږدي او د همدغي موسکا په برکت عداوتونه نه پالي ، موسکا یې له ژوند څخه د خوشالي یوه زانګو جوړه کړي وي . ځکه خومونږ اوس هم زیات داسي کتابونه په ولکه کي ل� �و چي لومړنیو پوهانو او علماوو لیکلي دي چي هغوی هم له دې برکتناکي وني څخه بې پروا نه دي پاته شوي د هغوی په � �یکنو کي ټوکي ټکاري د لېونیانو اوناپوهانو په هکله قصې نکلونه او هغه اشعار شامل دي چي لوستونکي په تنهایې کي خندوي او کوم چي اسلامي کتابتون اوس هم ورباندي غني دی ، هغوی دا پانګه ځکه راتلونکو نسلونو ته په مېراث پرې اېښي ده چي دا د موسکا ډېوه د مسلم انانو تر مېنځ تل ترتله ځلانده پاته شي . دلته مونږ یواځي د (تبسم) موسکا خبره کوو هغه قهقهه خندا ګاني چي خېټي په کي ناڅي او شور او ځوږ جوړوي اود حاضرینو هټ هټې وي نه شرعاً روا دي او نه زمونږ د بحث موضوع دی دا ډول � �هقهه خندا ګاني نه یواځي دا چي خوشالي نه جوړوي بلکه پایلي یې وېر او ماتم وي، زمونږ م� �صد هغه پسته او نازکه موسکا ده چي ستازړه خوشاله کړي په شونډو خپره شي غاښونه په کي سپین شي او د مخ سوراواوږ ده را کم کړي اوباړخوګانو ته كش ورکړي اونورو ته هم خوشالي اونېکمرغي ور وبښي. داسلام حکیمانه شریعت د موسكاد اغېزمني وسلې په کارولو ټېنګار کوي کومه چي د انسانانو په زړونو کي د یو او بل مینه اومحبت پیدا کوي دا دی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انساني ټولني لارښود فرمایې : عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تبسمك في وجه أخيك صدقة (صحيح ابن حبان) له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرم ایل : ستا موسکا ستا د مسلمان ورور په حضور کي یوه صدقه او خیرات دی . موسکا یوه نېکمرغي او خوشالي ده چي زیات اجرونه او د الله تعالی په نزد ثوابونه لري چي د مسلمان د نېکیو په ترازو کي لوېږي او بېلانس یې ورباندي زیاتېږي. ستا یوه وړه موسکا نه بیه لري اونه وخت نیسي ستا د ستونځو د حل یوه غوره وسېله موسكاده , هغه ستا په واک کي ده عربي کي يوه مقوله ده وایې : (ابتسم تبتسم لك الدنيا) موسکا شه چي جهان در ته موسکاشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سرپل: د غذایې موادو پر سر جګړې غمیزه وزیږوله", "output": "میرویس جلالزی د ملګرو ملتونو خبري آژانس (ایرن) خبر ورکړ چې د سرپل ولایت په بلخ آب ولسوالۍ کې دخوراکي توکو د ویش پر مهال د خلکو تر منځ نښته د دې لامل شوه چې یو تن مړ او څلور نور کسان ټپیان شي. دغه پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دولتي چارواکو اړمنو کسانو ته خوراکي توکي ویشل. د سرپل د سره صلیب کمیټې یوه چارواکي هم دغه پیښه تاید کړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایرلنډ په کرکیټ کې افغانستان په ګونډو کړ", "output": "عزمت علي د افغانستان د نونلس کلنو ځوانانو کريکټ لوبډله نړيوالو لوبو ته د چمتووالي په امتحاني سياليو کې ایرلنډ ته په ګونډو شوه. دغه لوبې چې په نىوزلىند کې ترسره کېږي، افغانستان خپله لومړۍ منډې وکړې، چې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ایرلنډ ته د ٢٢١ منډو هدف وټاکه . د افغانستان له لورې تر ټولو ډېرې منډې حشمت شهيدي وکړې، ده په ٨٥ توپونو ٩١ منډې وکړې چې ١٢ څلورېزې او يوه شپږىزه په کې شامله ده . د افغانستان د کريکټ د ملي ټيم کوچ تاج ملوک علم، حشمت شهيدي د کريکټ نابغه بولي داسې چې د ده په خبره په عمر خام خو په کريکټ کې ډېر پوخ دى . اىرلنډ د افغانستان له لورې ورکړل شوى هدف يوازې د دريو لوبغاړو به سوځېدو ترلاسه کړ،يوه ايرلينډي لوبغاړي ١٠٨ منډې وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بغداد په غرب کې ١٥ مړى پيدا شوي .", "output": "د العربيه ټلويزيون نن د يو لنډ خبر په خپرولو سره وويل: دبغداد په غرب کې د ١٥ تنو مړى چې لاسونه او پښې يې تړل شوي ، پيدا شوي دي.د دوى په بدنو کې د زورزياتى بيلګې هم ليدل کيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زلمی خليل زاد په عراق کې د امريکا نوی سفير وټاکل سو", "output": "١٧د وری ١٣٨٤ امريکا زلمی خليل زاد په عراق کې دخپل نوي سفير په توګه معرفي کړی دی. ښاغلي خليل زاد د شپاړسو مياشتو راهيسي په افغانستان کې د امريکا نمايند ګي کوله. په دې نوي دنده کې دهغه ټاکنه چې بايد د امريکا د سنا لخوا تائيد سي دامريکا د بهرنيو چارو وزيري کانډوليزه رايس اعلان کړی دی. اغلي رايس وويل خوشاله يم چې د جمهور رئيس نيت، په عراق کې زموږ د نوي سفير په توګه د ښاغلي خليل زادټاکنه اعلاموم. په عراق کې د امريکا پخوانی سفيرجان نگروپونته د امريکادملي امنيت د اطلاعاتو د رئيس په توګه ټاکل سوی دی. ښاغلي خليل زاد٥٤ کلن دامريکا تبعه دی چې په افغانستان کې زېږېدلی دی . هغه په کال٢٠٠٠ کې د طالبانو د را پرځېدو وروسته د امريکا د خاص استازي په توګه يې په افغانستان کې دنده تر سره کوله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ټاکنو کمیسیون: د یو شمیر کاندیدانو نومونه له لیست څخه وایستل شول", "output": "ميرويس ج� �الزی د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو د اوریدو د څانګي چارواکي وایې چې راتلونکو ولسمشریزو او د ولایتي شورا ګانو ټاکنو ته د یو شمیر نوماندانو نومونه یې د خلکو د موجه شکایتونو له اوریدو وروسته له لیست څخه لري کړي ديویل کیږي چې له دغه لیست څخه د هغو کسانو نومونه لري کړای شوي چې په جنګي جنایتونو، د وسله والو ډلو په ساتلو او په نورو جنايي جرمونو تورن ول او وروسته بیا دغه تورونه ثابت کړای شول.د دغې څانګي مشر برینټ ګیپن وویل چې دوي ته د رسیدلو شکایتونو له ډلي ۳۰۲ هغه یې موجه او اصولي ول چې و� �وسته بیا د کمیسیون د پریکړې په اساس د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ۳ او د ولایتي شوراګانو لپاره د ۵۴ نوماندانو نومونه د شکایتونو پر استناد له لیستونو څه ایستل شوي دي.که څه هم ښاغلي ګیپن دا و نه ویل چې د چا نومونه یې � �ه لیست څخه لري کړي خو د ټول ټاکنو د کمیسیون یوه چارواکي د خپل نوم د نه اخیستول په شرط وویل چې د شهنواز تڼي نوم هم د هغو کسانو په ډله کې دی چې د شکایتونو پر استناد له لیست څخه لري کړای شوی.خو د دغه خبر تاید تر اوسه داسي یوې سرچینې نه دی کړی چې خپل نوم څرګند کړي. د دغه کمیسیون یو غړی فهیم حکیم وایې چې د ولایتي � �ورا ګانو او جمهوري ریاست هغه کاندیدان چې تورن پیژندل شوي به ډیر ژر عدلي ارګانونو ته وړاندي کړای شي او دغه ډول قضیه به هغوي ته واستول شي چې هغي یې په اړه اجرات وکړي.د دغه کمیسیون چارواکي وایې هغو کسانو چې � �کایتونه ثبت کړي هویت یې پټ ساتل شوی او د هیڅ یوه پر وړاندي ګواښ موجود نه دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كندهاركي به ورستي ورښتونه كروندې سمسوري كړي", "output": "په كندهاركي په دې وروستيوكي پنځه ملي متره باران اوريدلى،چي دتيرو سويو وچكاليولپاره بسوالى نه كوي . دغه خبره په كندهاركي دكرني رئيس عبدالحي (نعمتي )ديوې پوښتني په ځواب كي وكړه اوزياته يې وكړه چي : كه څه هم دغه اورښتونه په پوره ډول دتيرووچكاليومخنيوى نه سي كولاى خوبياهم ت� �نيستۍښه دي اوكه دغسي بارانونه يوڅه ډيرواوري نوكه خداى كول چي دښتونه اوكروندې به سمسوري سي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په جلال اباد کښي د څښاک د اوبود دريوو زيرمود جوړونې دکار پيل", "output": "( بي بي سي ) د افغانستان په ختيځ د ننګرهار ولايت چارواکو ويلي دي چې د جلال اباد په ښار کښي د څښاک د اوبو د دريو زيرمو دجوړولو او د يوي بلي زيرمي د بيا رغوني کار پيل شوي دي. دوي وايي د دغو پروژو په بشپړيدو سره به د ښار شاوخوا دري زره کورنۍ د پاکو اوبو څخه برخه مني شي. د دغو پروژو د لګښت يو ميليون امريکايې ډالره نړيوال بانک او سل زره ډالره په جلال اباد کښي ميشتي دامريکاي ولايتي بيا رغوني ډلي ورکړي دي. دغه پروژي به د جلال اباد د ښار د يوي برخي اړتيا پوره کړي. په داسي حال کښي چې چارواکي واي دڅښاک د اوبو په برخه کښي د ټولو ښاريانو اړتياوي به هغه مهال لري شي چې په ښار کښي دي ته ورته د اوبو څو نوري لويي زيرمي جوړي شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "شعر مات لكه غنم د زړه په سر يمه لاس تر زنې ناست په مازديګر يمه ګل يمه سيلۍ دې غېږ ته راوړمه پاڼې پاڼې پروت دي په ځيګر يمه څه وكړم په دې سترګو م ي څه وكړم ډك محفل كې تاته په نظر يمه ما د خپل ښايست قيامت ته دروله زه دنيمه خوا هيلو پيكر يمه راشه كه مي سيوري ته دمه كوې! زه د جانانه پكتيانښتر يمه وړانګي به دي ټولي تر مخ ځار كړمه ګوره آئينه رويه ماته لمر يمه بيا مي له غزل سره خبرې كړې بيا د شكسته زړونو ساغر يم ه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو تښتول شوې پاکستانۍ ملیشه ووژله", "output": "دپاکستانی رسینوپه حواله دهغو � �۶ پاکستانی یرغمل شویو ملیشو له ډ لی څخه کوم چی د روان زیږدیز کال د روانی میاشتی په نهمه نيټه تښتول شوی وی ،دیوه تن سرپری شوی جسد نن و موندل شو .دغه پاکستانی ملیشی د افغان پولی سره څیرم ه په سهیلی وزیرستان کی ځایی طالبانو تښتولی وی. د پاکستانی مقاماتو په حواله طالبانو کواښ کړی چی که چیری دولت د دوی لس تنه بندی ملګری ازاد نکړی نو د تښتول شویو ملیشو له ډلی څخه به یی لس تنه نور هم له تیغه تیر کړی. سیمه ایزو خلکو رسنیو ته وویل چی د وژل شوی ملیشی جسد د واڼه څخه پنځوس کیلو متره لری د جندولا په نامه سیمه کی دفوټبال په یوه لوبغالی کی غورځول شوی دی.په دغه سیمه کی د دو� �تی سرتیرو او ځایی طالبانو ترمنځ وخت ناخت اخ ډپ رامنځ ته کیږی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بينوا د نوښتونو ويبپاڼه", "output": "دا ځکه چې دلته د خونديتوب ډاډ نه شته او چې� �ته چې دا نه وي نو هلته د خود سانسورۍ له جاله راوتل د زمري په څېر زړه غواړي او دغه زړه د بينوا په کالبوت کې له ورايه ښکاري . بينوا ، په تېرو شپږو کلونو کې ډېر داسې حقايق روښانه کړل چې نور څوک يې په اسانه جرئت نه شي کولى . که له حقيقته سترګې پټې نه شي نو موږ چې په دې دور کې د بيان کومه ازادي لرو ، شايد بې نظيره وي .خو د بيان د ازادۍ په دغه دور کې هم ليکوالان او ژورنا� �ستان ځينې حقيقتونه په زړونو کې خښ ساتي ، ژبې او قلمونه يې د ( خود سانسورۍ ) په زنځيرونو تړلي دي . دا ځکه چې دلته د خونديتوب ډاډ نه شته او چېرته چې دا نه وي نو هلته د خود سانسورۍ له جاله راوتل د زمري په څېر زړه غواړي او دغه زړه د بينوا په کالبوت کې له ورايه ښکاري .بينوا ، په تېرو شپږو کلونو کې ډېر داسې حقايق روښانه کړل چې نور څوک يې په اسانه جرئت نه شي کولى .بينوا دغه جرئت وړيا نه دى ترلاسه کړى ، که ددغې پاڼې دمسوولينو له وينا سره سم شهيدعبدالصمد روحاني او شهيد جاوېد جوجو د همدې ويبپاڼې کارکونکي هم وګڼو ، نو دواړو په دغه لاره کې سرونه ځار کړي دي . بينوا ته بايد له څو اړخونو وکتل شي ، ځکه بينوا يوه انلاين رسنۍ ده ، يوه مرستندويه ټولنه ده ، د ځينو مهمو تاريخي اسنادو زيرمه ده ، د پښتو اثارو د انلاين خپرو� �و يوه اکاډمي ده ، د ورځنيو حالاتو په اړه د معلوماتو يوه سرچينه ده او ... بينوا ځينې داسې نوښتونه هم پيل کړل چې نورې ورته رسنۍ يې بايد تعقيب کړي . دغې ويبپاڼې تېر کال ، د لومړي ځل لپاره د کال غوره � �يکوال د ټاکلو لړۍ پيل کړه او دادى سږ به دوهم غوره ليکوال هم خلکو ته معرفي کړي .که دغه کار له يوې خوا ليکوالان فرهنګي هڅو ته هڅوي نو له بلې خوا ، ښيي چې پښتون قوم کې يو شعور را ويښ شوى دى او خپل وړ کسان � �مانځي .دغې پاڼې دادى سږ د پښتو تفسير يوه ډېره نفيسه او قيميتي نسخه ( د فضل الرحیم پښتو تفسیر ) د پر ليکه کولو لړۍ هم پيل کړې ده ، چې يو غوره او له ثوابه ډک کار دى . او ... خو ددې ترڅنګ دغه پښتو ويبپاڼه يو لړ ستونزې هم لري . څرنګه چې دغه ويبپاڼه تازه خبرونه هم پر ليکه کوي نو خلک ورته د يوې سرچينې په توګه ګوري خو ځينې وخت په خبرونو کې د خبر مهمو اساساتو ( توازن ، دقت ) ته پوره پاملرنه ، نه کېږي چې دا کار د باور په کمولو کې مهم رول لري . دغه راز په بينوا کې خپريدونکي ګڼ مطلبونه املايي او انشايي ستونزې لري ، که څ ه هم دا کار تر ډېره د ليکنې د ليکوال ستونزه ده خو په کار ده چې د بينوا کاري ډله هره ليکنه ، له پرليکه کولو وړاندې په غور ولولي .ځکه که يوه ليکنه څومره مهمه وي خو چې املايي او انشايي غلطي ولري ، د لوستونکيو باور پرې کمېږي او دا خپرونکې رسني هم تر پوښتنې لاندې راولي . يوه بله خبره چې پخوا مې هم کړې وه ، هغه داده چې که بينوا پاڼه کې د لټون په نوم يو بکس پرانستل شي ترڅو هرڅوک وکولاى شي په اسانه د خپلې خوښې مطلب په کې ومومي، نو ښه به وي . وروسته يوه بله خبره هم زړه نا زړه کول غواړم ، او هغه دا چې که څوک غواړي خپل باور په خلکو کې وساتي نو د هغه څه ژمنه دې وکړي چې ترسره کولى يې شي . تېرکال چې د بينوا له خوا ماته د کال د غوره ليکوال وياړ را کړ شو ، نو په دې اړه په دغه ويبپاڼه کې راغلي وو : (( بېنوایان ښاغلي محمدنعمان دوست ته کوم مادي جایزه په لاس کي نه لري خو دمعنوي پلوه به ښاغلي دوست په یو ستاینلیک ضرورونازول شي. )) � �ومړى خبره خو سمه ثابته شوه او دومره د اهميت وړ هم نه وه ، خو دوهمه عملي نه شوه او تراوسه د کوم ستاينليک پته ونه لګېده . دا چې بينوايان سږ هم د کال غوره ليکوال ټاکي ، نو هغه سره دې په ژمنو کې له احتياطه کار واخلي . نور نو بينوايانو ته د لا ښه خدمت کولو په لاره کې دعا کوم . &nbs; p; & nbsp; ; &n; bsp; د غبرګولي ٢١ مه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دملي موزیم اثار به په هالنډ کي نندارې ته وړاندي شی", "output": "د اطلاعاتو او فرهنگ وزير عبدا� �کريم خُرم د افغانستان د ملي موزيم د آثارو د نندارتون د پرانيستلو په مقصد چې د هالند د امستردام د دنولورک په موزيم کې نندارې ته وړاندې کېږي نن د يوهيات په مشرۍ هاليند ته ورسيد.د افغانستان د ملي موزيم د آثارو نندارتون چې د آى خانم ، فلول غونډۍ، بگرام او د باختر د خزانې په گډون په څلورو حوزو پورې اړه لري نن د هالند په امستردام ښار کې نندارې ته وړاندې کيږي او تر څلورو مياشتو پورې به د مينه والو پرمخ نندارې ته کيښودل شي . د هيواد دغه درې سوه يو ديرش قلمه تاريخي آثار وړاندې تر دې په فرانسه او ايټاليا کې هم نندارې ته ايښودل شوي وو چې دوه لکه اويا زره کسانو يې ننداره وکړه .په دې سفر کې د ولسي جرگي لومړى مرستيال محمدعارف نورزى، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت فرهنگي مُعين عمر سلطان ، د ولسي جرگې ځينې غړي او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت جگپوړي مامورين له ښاغلي عبدالکريم خُرم سره ملگرتيا کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګاونډيه آ شنا!!!", "output": "ګاونډيه آ شنا!!!زما په کور کي چي دا اور بليږي . زه به تر کومه حو صله کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زما پخې سړکي هم کچه سولې ، تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل.زما کورونه شول د خاورو ډېرې ، تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.زما له کور نه هديرې جوړي شوې ، تا د خپل کور مينځ کي باغونه جوړ کړل.زما فرهنګ ، کلتور،معارف ختم شو ، تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.زه ديسپرين ګولۍ ته هم حيران يم، تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.زما د کونډي ابۍ پوړونی خرڅ شو، تا دي بي بي ته سره هارونه جوړ کړل.زما بندونه فابريکي وراني شوې ، تا کارخاني او ماشينونه جوړ کړل.زما ټانکونه طيارې کباړ شوې، تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل.کور مي شه وران کړه مېړنيه اشنا د وران کندړو ننداره کومهاي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.ستا له لازمي همکارۍ تشکر، کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور، تر سلو کالو جګېدلی نه شم.عمر به ستا په نوکرۍ کي تير کړم، ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل، له وروروژني خلاصېدلی نه شم.زما د خولې جلب هم ستا لاس کي دی ، په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.په ځنکدن کي مي لاس پښې مه تړه ، چي ساه مي وځي خوځيدلی نه شم.مال او متاع مي ښه ښکاره تسليم کړه، لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم، که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.په نوي رنګ کي پخوانيه اشنا د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را يوه ګيله کومه.ته د اخبار سرخی په ما جوړوه، غټ غټ پرې ليکه چي افغان مهاجر.دسخت باران او د ژلۍ له لاسه، په کمپ کي مړه دي سل خواران مهاجر.او بيا د سو تغذيي له وجهي ، مرګ ته نيژدې دي يتيمان مهاجر.دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څيږي، ليکه اول مخ کې عنوان مهاجر.ستا ډاکټران به تجربې پرې وکړي ، پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر.مزدوري ښکته کړه نرخ پورته بيايه، چي ښه مفلس شي دا خواران مهاجر.ښه مي تشخيص کړې مداريه اشنا ، زه ستا دولکي ته ننداره کومهاي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.يو خوا د امن سولي چيغي وهي، بل خوا باروت او امبارونه درومي.ډک په ميزايل او راکټو نو باندي، د داسلندو کتارونه درومي.څه د طالب څه د مطلوب په نامه ،سپينو جامو کي تک تور زړونه درومي.چاته شيعه چاته سني وايي ته ، ورته نقشې او پلانونه درومي.څوک په پښتون څوک په تاجک غولوې،يو خوا بل خوا نه کومکونه درومي.افغانان مري افغان ولس ورانيږي،خاينه ستا خو ډالرونه درومي.ته د خپل سر د غټېدو په غم يي، زما په سرکي شمار سرونه درومي.ستا د مطلب پوره کيدو په غرض، زمادعمر ارمانونه درومي.مال به دي ډېر شي قارونيه اشنا غم ستا ددې زېرمو خرچه کومه.اي په ما ګرانه ګاونديه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زهر د راکړه د حلوا په نامه، لاري لاستوڼي لاندي مار وختې.تا ددوستي او د وفا لاپي کړي، اخر دوښمن او جفاکار وختې.تا ويل چي سر او مال مي دواړه در کړل، خو حسابي کي مي قرضدار و ختې.نه دي ماديات نه معنويات را پريښول،د رنځ طبيب نه شوي دانکمار وختې.خام او پاخه مواد دي وويوړه زما، ته لاموړ نه شولي ښامار و ختې.غوښي مي خلاصي شوي هډوکي مي خورې ،اشتها دي بنده ده بيمار وختې.مړ ترور تا کړم نوم زما بد نام شو،ته مي قاتل د ورور او پلار وختې.هېر به مي نه شي ګلاليه اشنا خپلو لمسو ته نوشته کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زما د کور لمبو ته مه تودېږه، دېوال شريک لاليه اور به واخلې.بيا به يي په چل د مړکيدو پوه نه شي،ته به يو ځاي وژنې خو نور به واخلې.که شول خواره زما داور بڅري، اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې.ته که زما په شان زخمي زخمي شوي،ګمان مي نه شي که ټکور به واخلې.دردمن زړګي ته مي زور مه ورکوه، خپله به ودرديږي زور به واخلې.زما په مړو ايرو کي څه لټوي، لال پکي وسوځيده سکور به واخلې.بيا به دي ځاي په يو وطن کي نه شي،لکه غوباري سخوندر تور به واخلي.په کور دننه بهرنيه اشنا، نور پس له دي درنه پرده کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.ته په برات کي د اختر حساب کړي، په ما شپي ورځي محرم تيريږي.ته د ملت سپيڅلي ورځي لمانځه، په ما هر وخت ملي ماتم تيريږي.زه چي لږ ساه واخلم مسکی غوندي شم،جانانه تا باندي ستم تيريږي.د خپلواکي د سباوون په هيله، پر ما تمام عمر تور تم تيريږي.زما لا يو ښخ نه وي بل سلګۍ کړي، مدام د غم د پاسه غم تيريږي.د بهرني دښمن ښکرونه مات شول،اوس ګاونديان مي کور په چم تيريږي.خو ګاونډيه ياره دومره واوره، هاغه چي تير شو نو داهم تيريږي.په خوي ګيدړ په رنګ زمريه آشنا تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه.زه د محمود بت شکن اولاد يم، د سومنات بت نړولی دی ما.وکه تپوس دکيوناري، مکناټن نه، څوک سوځولی څوک وژلی دی ما.وګوره ليک د پرنګي تاريخ کي، ان ترلندنه زغلولی دی ما.چا چي په بد نيت ماته لاس راوړي، لاس ترې نه ولي کي غوڅ کړی دی ما.روس په جهان کي د خدايي دعوه کړه، په ټول جهان کي شرمولي دی ما.دنيا څو ځلي آزمايلی يمه، ميدان څو څو ځلي کتلی دی ما.ګران ګاونډيه حق دي و پيژنه،د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما.هېر به مي نه شي ګلاليه آشنا، خپلو لمسو ته نوشته کومه.اي په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را يوه ګيله کومه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غیبت او تجسس اسباب ، عواقب او درملنه یې", "output": "د تجسس كلمه له جاسوسي كولو ځخه اخيستله شوي ده تجسس په عربي ژبه كي د يو چاد پټو رازونو پلټلو او تر لاسه كولو او د چا د پټـو عيبونو معلومولو ته وائي همدا راز غیبت د یوچا د یو داسي عیب بیانولو ته وایې چي که هغه پرې خبر شي نو خفه کیږي دادواړه په خپل ځای نا� �وا عملونه او خطر ناكي اخلاقي ناروغۍ دي ، دا رنځونه په هره ټولنه كي شته او په مونږ كي هم شته ، ددي رنځ ذكر كول هم په دې وجه ضروري دی چي مونږ د اخلاقي نيمګړتيا ْوو د بيانولو په درشل كي يو، دا عمل هم د دي عمل لرونكي انسان لپاره او هم د نورو لپاره د زياتي پريشاني باعث ګرزي او د تجربې له مخي ددې عمل مرتکب انسان ددوام په صورت كي په وروستي مرحله كي د ليونتوب په رنځ اخته كېږي ، اسلام د نيكمرغي دين دی او غواړي يوه داسي خوشاله هوسا ټـولنه وجودولري چي په هغي كي سليم الفطرته انسان وجود ْولري كوم چي له دي رنځونوځخه پاکه وي په دې اساس كوم شيان چي د انساني ټولني د فساد او ورانولو عوامل ګڼل كېږي , سوله له مېنځه وړي او بد امني را مېنځ ته کوي هغه ئي حرام ګـرزولي دي ددې رنځ علاج داده چي مسلمان ددي په ځای چي په نورو پسي څراغ واخلي او د نورو د عیبونو تلاش وکړي خپلو عيبونو ته متوجه شي او هغه اصلاح کړي او د نورو خلګو د عيبونو له تلاش ځخه خپلي سترګي پټي اوژبه او غوږونه بند ْوساتي .الله تعالى فرمائي :يأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اجْتَنِبُواْ كَثِيراً مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلاَ تَجَسَّسُواْ وَلاَيَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضاً � �َيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُواْ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ *(ترجمه) اې د ايمان خاوندانووژغورۍ ځانونه خپل له ډيرو شكونوځخه دا ځكه چي ځيني شكونه ګناه دي او د خلګـو د پټـوعيبونو تلاش مه كوۍ او تاسي په خپل مينځ كي يو بل په بدو مه يادوۍ آيا په تاسو كي كوم يو دا خوښوي چي د مړه ورور غوښي ْوخوري؟ (هیڅکله نه) بلكه له دې ځخه كركه كوۍ او له الله تعالى ځخه ووېرېږۍ په � �يښتيا سره چي الله تعالى زيات توبه منونكی او مهربان دی .عن ابي سعيد و جابر قالا قال النبي صلى الله عليه وسلم: الغِيبَةُ أَشَدُّ مِنَ الزِّنَا، قالوا يا رسول الله : وَكَيْفَ الغيبة أشد من الزنا؟ قال: انَّ الرجل ليزني فيَتُوبُ فَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِ، وان صاحب الغيبة لايغفر له حتى يغفرها له صاحبه (شعب ا� �ايمان) ابو سعيد او جابر رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل غيبت له زنا ځخه زياته سخته ګناه ده . پوښتنه ْوشوه چي دا څرنګه؟ رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرم ايل: دا ځكه چي يو نارينه مسلمان كه زنا ْوكړي او بيا توبه ْوكاږي الله تعالى ئي توبه قبلوي او د غيبت كونكي توبه ترهغه وخته نه قبليري ترڅو چي له هغه كس ځخه ځان معاف نكړي د چا چي ئي غيبت كـړی وي .عن أنس بن مالك قال: قال رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم: لَمَّا عُرِجَ بي مَرَرْتُ بِقَوْمٍ لَهُمْ أَظْفَارٌ مِنْ نُح َاسٍ، يَخْمِشُونَ وُجُوهَهُمْ وَصُدُورَهُمْ، فَقُلْتُ: مَنْ هؤُلاَءِ يَا جِبْرِيلُ؟ قَالَ: هؤُلاَءِ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ، وَيَقَعُونَ في أَعْرَاضِهِمْ. (أحمد و أبوداوود)انس بن مالك رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د معراج په شپه چي كله آسمانونو ته ْوختلم يه يوه ډله انسانانو تېرشوم چي د كوټـو نوكان ئي ْوو او خپل مخونه او ټټرونه ئي پري داړل ما له جبرائيل عليه الس� �ام ځخه پوښتنه ْوكړه چي دا څوك دي؟ هغه راته ْوويل چي دا هغه انسانان دي چي د خلګـو غوښي خوري او د هغو په عزتونو كي لويدلي وي اوخبري په كي كوي .عن البراء بن عازب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يا معشر من آمن بلسانه ولم يدخل الإيمان في قلبه، لا تغتابوا المسلمين ولا تتبعوا عوراتهم، فإنه من يتبع عو� �اتهم يتبع الله عورته، ومن يتبع الله عورته يفضحه في بيته. (أبوداوود)له براء بن عازب رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْو فرمائيل : اې د داسي مْومنانو ټولۍ څـوك چي په ژبه مْومنان ياست او زړونو ته مو ايمان نه دی ننوتلی د مسلمانانو عيبونه مه بيانوۍ دهغوي اسرار مه پلټۍ او پرده ئي مه اّّخلۍ ، الله تعالى له هغه چا پرده پورته كوي څوك چي د بل مسلمان ورور پرده لوڅوي او الله تعالى چي د كوم چا د لوڅولو اراده ْوكړي دخپل كورپه دننه كي ئي رسوا كوي.عن أبي هريرة أن النبيّ صلى الله عليه وس� �م قال: إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث ولا تحسسوا ولا تجسسوا ولا تنافسوا ولا تحاسدوا ولا تباغضوا ولا تدابروا وكونوا عباد الله إخوانا و في رواية ولا تناجشوا. (متفق عليه)ابوهريره رضي الله تعالى عنه � �وايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل : په چا بدګـماني مه كوۍ ځكه چي تردې غټ درواغ نشته اود چا خبرو ته د هغوي د خوښي خلاف غوږ مه نيسۍ اودچا د عيبونو او اسرارو پلټـنه مه كوۍ ، او يوله بل سره ( په دنیوي چارو او بدو کارونو کي ) سيالي مه كوۍ ، او يوله بل سره دښمني او كينه مه كوۍ اويوبل بد مه هيسوۍ او يوبل ته مه شا كوۍ اود الله تعالى بندګان وروڼه جوړ شۍ .او په يوه روايت كي دي چي يوشي چي نه ئي آخلۍ قيمت ئي مه پورته كوۍ .في الصحيحين عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا تحاسدوا ولا تباغضوا ولا تجسّسُوا ولا تحسّسُوا ولا تناجشوا وكونوا عباد الله إخواناً. وفي رواية: لا تحاسدوا ولا تناجشوا ولا تباغضوا ولا تدابروا ولا يبِعْ بعضكم على بَيْع بعض وكونوا عباد الله إخواناً. المسلِم أخو المسلم لا يَظْلِمه ولا يَخْذُله ولا يَحْقِره. التقوى هاهنا ـ ويشير إلى صدره ثلاث مرات ـ بحَسْبِ امرىء من الشر أن يَح ْقِر أخاه المسلم. كلُّ المسلمِ على المسلم حرامٌ دَمُه ومالُه وعِرْضُه. (القرطبي)ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : يوله بل سره كينه مه كوۍ ، اويوبل بد مه ايسوۍ، اود چاد عيبونو تلاش مه كوۍ ، اود چا پټـو خبرو ته غوږ مه نيسۍ ، او د نه اخيستلو په صورت كي د چا د مال قيمت مه پورته كوۍ او د الله تعالى بندګـان وروڼه جوړ شۍ ، په بل روايت كي دي: يوله بل سره كينه مه كوۍ ، د نه اخيستلو په صورت كي د چا د مال قيمت مه پورته كوۍ ، اويوبل بد مه ايسوۍ ، او يوبل ته شا مه ګـرزوۍ ، اودبل چا د سامان د خرڅو� �و په وخت كي د هغه په ګاهك (خريدار) خپل شیی مه خرڅوۍ ، او د الله تعالى بندګان وروڼه جوړ شۍ ، مسلمان دمسلمان ورور دی نه به په هغه ظلم كوي، او نه به ئي رسوا كوي ، او نه به ئي سپكه وي ، پرهيزګاري او د الله تعالى وېره د� �ته ده – او درې ځلي ئي خپلي سينې مباركي ته اشاره ْوكړه ، د مسلمان لپاره همدغه ګناه كافي ده چي خپل مسلمان و� �ور ته په سپكه سترګه ْوګوري ، د هرمسلمان وينه او مال او عزت په بل مسلمان باندي حرام دي.عن أبي هريرة، قال: سُئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الغيبة، فقال: هُوَ أنْ تَقُولَ لأخِيكَ ما فِيهِ، فإنْ كُنْتَ صَادِقا فَقَدِ اغْتَبْتَه، وَإنْ كُنْتَ كاذِبا فَقَدْ بَهَتَّهُ. (الطبري- مسند اّبي يعلى)ابوهريره � �ضي الله تعالى عنه فرمائي چي له رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ځخه د غيبت متعلق پوښتنه ْوشوه رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرمايل چي ستا د ورورعيب بيانول ، كه ته په هغه عيب ْوئيلو كي صادق وي نو غيبت د ْوكړ او كه د دروغ وییلي وي نو تور(بهتان) د ْولګـولو.عن أبي هريرة، عن النبيّ صلى الله عليه وس� �م قال: هَلْ تَدْرُونَ ما الْغيَّبَةُ؟ قال: قالوا الله ورسوله أعلم قال: ذِكْرُكَ أخاكَ بِمَا يكره ، قال: أر� �يت إن كان في أخي ما أقول له قال: إنْ كان فِيهِ ما تَقُولُ فَقَد اغْتَبْتَهُ، وَإنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ ما تَقُولُ فَقَدْ بَهَتَّهُ. ( مسلم ) ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل آيا تاسوته معلومه ده چي غيبت څه شيی دى؟ اصحابو ْوفرمايل چي الله تعالى او د هغه رسول په دې علم لري رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم ْوفرمايل د خپل ورور مسلمان هغه عيب بيانول چي دهغه ئي اظهار نه خوښېږي ابوهريره رضي الله تعالى عنه وائي چي ما وويل چي كه زما په وروركي موجود عيب بيان كړم اّيا دا به هم غيبت وي ؟ رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم وفرمايل چي كه ته ستا په مسلمان ورور كي موجود عيب بيان كړې دا غيبت ده او كه په هغه كي نه وي او ته ئي پورى ْوتړې نو دا بهتان ( تور ) دي .غيبت كول صرف د هغه چا لپاره ګناه نه ده چي غيبت كوي بلكه د غيبت آوريدونكي لپاره هم دومره ګناه ده لكه د غيبت كوونكي په دې وجه بايد په هغه مجلس كي ګډون ونكړو چيرته چي غيبت كېږي او كه په کي ناست یو او څوك زمونږ په مخكي غيبت كوي هغه له دي كار ځخه منع كړو.عن بن عمر رضي الله تعالى عنهما قال نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن الغيبة والاستماع الى ا� �غيبة و عن النميمة والاستماع الى النميمة. (الطبراني)له عبدالله بن عمر رضي الله تعالى عنهما ځخه � �وايت دی فرمائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم له غيبت كولو او همداراز د غيبت له آوريدلو ځخه ، او له چغ� �خوري او چغلخوري ته له غوږ ايښودلو ځخه نهي او منع كړي ده .د ذکرشویو آیتونو او احادیثو له مخي مونږ ته په كار دادی چي خپل غوږونه , ژبي , اوسترګـي د نورو مسلمانانو وروڼـوكه خپل وي او كه پردي له پټوخبرو اود پټوعيبونو له تعقيب او لوڅولو ځخه همدا راز د هغوي له غيبت او بدګـوئي ځخه بند ْوساتو , نه په خپله داكار ْوكړو او نه نوروته ددې كار اجازه وركړو چي مونږ ته ئي واوروي په تيره بيا چي داخبري زمونږ د خپلو خپلوانو م� �ګـرو او دوستانو په متعلق وي ځكه چي داقسم اعمال تفرقه , فساد, نفرت اوكركه دعامو مسلمانانو او په خاصه توګـه د خپلوانو په مينځ كي اچوي كه څوك مونږ ته د چا اسرار بيانوي هغه له دې كار ځخه بند كړواو له داسي كسانو سره ناسته ولاړه محدود كړو چي د نورو اسرار نقلوي دا ډېر شنيع او قبيح عمل دي تجربې ثابته كړي ده چي دا عمل ټـو� �نه ورانوي كورونه نړوي د ژوند لذت ختموي امن او سوله ګډوډه كوي او مسلمانان په پريشاني او بدبيني اخته كوي .دغیبت او تجسس کولو ځیني عوامل اود هغوی معالجهغیبت کول ځیني بنسټیز عوام� � او اسباب لري چي دلته به مونږ له هغوی ځخه ځیني په ګوته کړو او تر هغه وخته چي دا عوامل پای ته ونه رسېږي د غیبت مخه هم نشي نیول کیدلی :1 ـ یو هم د غیبت له اساسي پاروونکیو ځخه کاوړ (غضب) دی کله چي انسان ته کاوړ ور� �ي خپل توازن وبایلي ، په خپل ځان کنترول له لاسه ورکړي او چا ته چي په کاوړ شوی وي په هغه باندي چي زړه یې وي هغه تورونه لګوي او چي څه په خوله ورځي هغه ورپوري تړي او د مقابل لوري خوږ ځایونه او د ضعف نقطې راسپړي تر څو هغه د نورو خلګو په وړاندي رسوا او ذلیل کړي او په دې شکل خپل کاوړ سوړ کړي همدا وجه ده چي په ګڼ شمېر روایتونو کي مونږ ته لارښوونه شوي ده چي مسلمان ته کاوړ نه ورځي او کله بیا کاوړ ورشي نو هغه یې زغمي او حوصله او تحمل کوي او چاته چي په کاوړ شوی وي له هغه ځخه سترګي پټوي تر څو د غیبت کولو په ګناه او همدارز په نورو ګناهونو لکه بهتان ، افترا، د مسلمان ورور سپکاوی اخته نه شي . او قرآن کریم دې خوی ته په اشارې سره مسلمانان داسي ستایې : (وإذا ما غضبوا هم يغفرون )کله چي هغوی (مسلمانانو) ته کاوړ ورشي بښنه او درګذر کوي .1 ـ دوهم هغه شیی چي انسان په غیبت کولو باندي اړباسي هغه کینه او دښمني ده کله چي یو انسان له بل انسان سره په دښمني کولو اخته شي نو ددې لپاره چي د دښمني په هغه اور چي دده په زړه کي بلېږي اوبه تویې کړي د هغه په غیبت کولو پیل کوي ځکه خوزمونږ مقدس شریعت مسلمانان په دې امر کوي چي له هغو کارونو ځخه ځان وساتي چي هغه دښمني را پاروي تر څو یې له نامطلوبو آثارو ځخه وساتل شي ځکه چي زړې دښمني او کینې چي كله زیاتي شي انسان په ګناهونو او لویو جرمونو اخته كوي همدا وجه ده چي مسلمان الله تعالی په دې مکلف ګرزولی دی چي د منازعې په صورت کي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم حکم ته مراجعه وکړي او هغه ته په غاړه ایښودلو سره خپل جنجال حل او فصل کړي او خپل جنجالونه د نه اوږدوې ترڅو په دښمني نه واوړي الله تعالی فرمایې :(واذا تنازعتم في شيئ فردوه الی الله ورسوله) كله چي تاسي د یوشي په هکله په خپل مینځني جنجال اخته شۍ نو د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم حکم ته د هغې جنجالي موضوع په هکله مراجعه کوۍ .او كه په دې شکل هم جنجال پای ته ونه رسېږي نو بیا د مصلح ین او درېیمان مسلمانان ددې متخاصمو طرفونو په مینځ کي جنجال حل و فصل کړي او د هغوی په مینځ کي د روغه جوړه � �اولي تر څو د هغوی په مینځ کي کینې او دښمني پای ته ورسېږي او اسلام ددوو په مینځ کي په سوله راوستلو زیات ټینګار کړی او د الله تعالی په وړاندي یې ددې کار ستر اجروثواب او فضیلت بیان کړی دی لكه چي په دې حدیث شریف کي د الله تعالی غوره او ګران پیغمبر (ص) فرمایې .عن أبي الدرداء قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ألا أخبركم بأفضل من درجة الصلاة والصيام والصدقة ؟ قالوا: بلى، قال: إصلاح ذات البين، وفساد ذات البين هي الحالقة. (ابن حبان)له ابي الدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وس� �م وفرمايل: آيازه تاسوته هغه نيك عمل در ْوښیم چي دهغه درجه د نفلي لمانځه، نفلي روژې اوخيرات کولو تر درجي لوړه اوبهتره ده؟ اصحابو ْوفرمايل هو يارسول الله ، رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ْوفرمايل : چي هغه نيك عمل ددْوو په مينځ كي روغه او سوله راوستل دي ، اود دوْو په مينځ كي ورانی جوړول یو داسي عمل دی چي نېک اعمال له مېنځه وړي۳ـ بل د غیبت کولو اساسي عامل حسد دی او مسلمان ته په کار ده چي له حسد او د حاسد له حسد ځخه په الله تعالی سره پناه وغواړي .حسد کوونکی انسان ددې لپاره چي د حسد هغه لمبه چي د هغه په کوګل کي بلېږي مړه شي د هغه چا د بدنامولو او بدرنګه کولو لپاره چي دی ور سره په حسد اخته ده له غیبت کولو ځخه مرسته اخلي او دا وسله په کار اچوي او خپل سیال مسلمان ورور په داسي کلماتو او تورونو باندي ولي چي د هغه له شان سره نه ښایې همدا وجه ده چي زمونږ د اسلام پاک دین حسد یو له هغو بدو عملونو ځخه شمېرلی دی چي د مسلمان نېک عملونه داسي خرېیی لکه پتری چي وېښتان خرېیي او ښه اعمال داسي سوځوي لکه اور چي لرګي سوځوي .۴- بل د غیبت کولو عامل کله ناکله ټوکي او م سخرې هم جوړېږي داسي هم زیات پېښ شوي دي چي کله په ټوکو کي دمقابل طرف د هغه په مخ او یا د هغه په غیاب کي په غیبت کولو اخته شي او دا دخواشیني ځای دی چي دا عمل نن ورځ په مونږ زیاتو عادي مسلمانانو کي شته کله چي مونږ په یوځای کي سره راغونډ شو دیوبل د توهینولو او یا د مجلس د حاضرینو د خندولو لپاره یو په بل پسي ټوکي او مسخرې کوو او دا د ناپوهانو او جهالو عادت دی .تاسو به آوریدلي وي چي کله موسی علیه السلام خپل قوم بني اسرایلو ته حکم وکړ چي غوا حلاله کړي هغوي دا پسخند وګڼلو او په هغه پوري یې مسخرې پیل کړي موسی علیه السلام ور ته وویل : (أعوذ بالله أن أكون من الجاهلين) له دې ځخه چي زه له جاهلانو ځخه و شمېرل شم په الله تعالی س� �ه پناه غواړم . د قرآنکریم ددې قصې له څېړلو ځخه دا جوته کېږي چي ټوکي ، پسخند او مسخرې د جاهلانو عمل دی هوښیار انسان ته په کار ده چي په داسي عمل اخته نشي چي هغه د ده په جهالت دلالت وکړي او د جهالت تر څنګ په ستره ګناه غیبت اخته شي .۵ ـ بل هغه عمل چي هغه په غیبت کولو منجر کېږي هغه د ځان ښکاره کول او یا په بل عبارت خودنمایې ده تاسو به لیدلي وي چي کله یو څوک خپل ښه خویونه شمېري او تر څو چي ځان ښه وښیي د بل مقام راښکته کوي د مثال په توګه داسي وایې چي : فلانی په هیڅ نه پوهېږي او نورو ته دا ثابتوي چي یواځي دی پوهېږي او دی تر هغه بل سړي غوره او بهتر دی په دې شکل هغه د غیبت کولو د ستري ګناه مرتکب کېږي .۶ ـ بل کله چي یو انسان له ځان ځخه دفاع کوي نو ددفاع په حالت کي بل څوک تورن کوي هغه کولای شي چي له ځان ځخه دفاع وکړي او د یو چا نوم یاد نکړي خو هغه وایې چي دا غلط کارونه زه نه کوم بلکه فلانی یې کوي .د مثال په توګه که یو څوک درته ووایې چي ویل کېږي ته دروغ وایې ته کو� �ای شې ورته ووایې چي زه دروغ نه وایم اوبس خو ته داسي ورته وایې چي زه دروغ نه وایم فلانی دروغ وایې او یا داسی وایې چي یواځي ما دروغ نه دي ویلي بلکه هغه فلاني چي له ماسره په دې کار کي یوځای وو هغه هم دروغ وایې چي په دې � �کل د غیبت کولو په جال کي ګیر شوې . ۷ ـ کله بیا انسان په یوه داسی مجلس کېوزي چي هلته د یو معین شخص غېبت کېږي نو هغه هم ددې په خاطر چي د ملګریو زړونه خوشاله وساتي د هغه کس عیبونه بیانوي او هغه داغونه یې لوڅوي کوم چي یې انډیوالانو ته نه وي معلوم او په دې شکل د غیبت کولو په ګناه اخته شي .۸ ـ کله بیا انسان د همدردي او زړسوي په وجه په غیبت اخته شي د مثال په توګه وایې فلاني مسکین په داسي کار ونیول شو چي عزت یې ټول پوري ولاړ خدای د یې چاره وکړي ته وا له دغه سره د څه وو؟ کېدای شي چي واقعا یې زړه ورباندي خوږ شوی وي خو دا چي د هغه نوم یې واخیست او عیب یې ښکاره کړ په غیبت اخته شو ده کولای شوای چي نوم یې وانخلي او همدردي یې ښکاره کړي وای په دې شکل به هغه د الله تعالی په وړاندي د اجر او ثواب مستحق ګرزېدلی وای لیکن شیطان د وسوسې له لاري هغه له دې اجر ځخه غافل کړ او سرچپه یې په ګناه اخته کړ .۹ ـ کله بیا یو څوک د تعجب او حیرانتیا په وجه د غیبت کولو مرتکب شي د مثال په توګه په لویه مجمع کي ووایې چي زه خو دې ته په تعجب کي یم چي فلاني څرنګه دا بدکار کولو او په هغه خو د چا شک هم دداسي غلط کار نه راتلو په دې شکل د غیبت په ګناه اخته شي . ۱۰ ـ او کله بیا هیڅ عوامل نه وي خو انسان د ناخبري او یا غفلت په وجه د غیبت کولو په ګناه اخته وي په هر حالت د غیبت کوونکي پوهول په کارده چي وروره غیبت کول ست� �ه ګناه ده او د خپل مسلمان ورور بد مه وایه په دې د هغه هیڅ تاوان نه کېږي بلکه د غیبت کوونکي او د غیبت آو� �ېدونکي نقصان ده چي دواړه په ګناه اخته کېږي .د غیبت کولو د معالجې لپاره یوڅو آساني لاري :انسان په فطري توګه ځان ته ګټه رسول او له ضرر ځخه د ځان ساتل خوښوي ددې فطرت په غوښتنه هغه ته په کارده چي کومه خبره د هغه له خولي ځخه راوځي مخکي له دې چي ویې کړي و یې سنجوي چي آیا دا خبره هغه ته ګټه رسوي او که تاوان که هغه خبره د فایدې او ګټي وي ودیې کړي او که هغه خبره ضرر او تاوان وي نه دیې کوي .تر هرڅه د مخه د غیبت کولو په وخت کي انسان باید فکر وکړي چي کومه خبره چي د هغه له خولې راوځي له ضرر ، فساد ، نفاق او تاوان ځخه پرته نوره هیڅ ګټه نلري او همداراز هغه په دنیوي آزموینه د الله تعالی په قهر او د هغه په دردناک عذاب اخته کوي نو هوښیار انسان ته په کارده چي خپل ځان ته ووایې چي ولي داسي خبره وکړم چي دومره لوی ضرر او غټ فساد ځیني جوړېږي .دوهمه داچي هر رنځ درمل او علاج ته اړتیالري او تر درملنه مخکي د مرض تشخیص کول او د هغه د میکروبونو پېژندل ضروري دی په همدې شکل غیبت کول یو اخلاقي رنځ دی چي معالجې ته ضرورت لري او د میکروبونو وژل یې ضروري ده کوم چي دې رنځ ته وده ورکوي .لکه څرنګه چي مخکي مو یاد کړل چي هغه عوامل چي انسان غیبت کولو ته ور پوري وهي ډې� �دي خو عمده وجوهات یې غصه ، حسد او دښمني ده کوم چي مونږ غیبت کولو اود تورونو لګولو خواته ورټېل وهي د خوا� �یني ځای خو داده چي کله مونږ په یوه بدني ناروغي اخته شو او یا د یوې معمولي ناروغۍ اثر زمونږ په بدن ښکاره شي فوراتر ټولو ښه او مشهور متخصص معالج ته مراجعه کوو د میکروب د تشخیص لپاره د معالج د هدایت سره سم قیمتي د ویني او نورو موادو آزمویني کوو او معالج نسخه راکوي او د هغه هدایات په پام کي نیسو او نسخه استعمالوو او کوم پرهېز چي راته راکړي د هغه هم پابند اوسېږو او که جوړ هم شو خو بیا هم د ډاډېیني لپاره څو ځلي بیا هغه معالج ته ورځو تر څو چي د رنځ له ختمېدلو او د میکروبو له وژل کېدلو ځخه بشپړ ډاډمن شو خوکله چي مونږ په روحاني تکلیف او یا اخلاقي رنځ اخته شو هیڅکله هم معالج ته د ورتللو فکر راسره نه وي ، هیڅ غم یې راسره نه وي سره ددې چي د قیامت په ورځ به روح او بدن دواړه د جهنم په اور کي سوځول کېږي روایت دی چي یوچا أبوذر الغفاري رضی الله تعالی عنه ته یولیک ولېږو او په هغه لیک کي یې له أبوذر ځخه وغوښتل چي قیمتي علم ور ته وښیي ، أبوذر (رض) په ځواب کي ورته ولیکل چي : (( علم خو ډېردی خو که د په قدرت کي وو له هغه چا سره بد مه کوه له چاسره چي مینه لري په دې عمل وکړه اوبس)) .هغه سړي په ډېره حیرانتیا له أبوذر (رض) ځخه پوښتنه وکړه چي : داسي څوک د کله هم لیدلي دي چي له خپل مح بوب سره بد او یا زیاتی کوي ؟ هغه په ځواب کي ورته وویل : هو ستا خپل ځان تر ټولو خلګو تاته زیات غوره او مح بوب د ی کله هم چي د الله تعالی نافرماني کوې له خپل ځان سره دبد وکړو . په دې اساس که مونږ له خپلو ځانونو سره په رېښتیا هم مینه لرو نو په مونږ لازمه ده چي له غیبت کولو او له دښمني او حسد ځخه چي مونږ په غیبت کولو ګماري خپل ځانونه ټینګ وساتوترڅو دد نیا او آخرت له سخت عذاب ځخه خلاصون پیدا کړو . کله چي مونږ ددوستانو په داسي محفل کي کېنو چي هلته د یو مسلمان ورور غیبت کېږي نو ددې په ځای چي خپل ملګري په غیبت کولو خوشاله کړو باید فکر وکړو چي په غیبت د ملګرو خوشاله کول دالله تعالی قهر او غصه راپاروي او الله تعالی ناراضه کېږي په دې اساس باید له غیبت کولو ډډه وکړو او که مو قدرت ورسي ملګري هم په احسنه طریقه د غیبت کولو په نقصان او ګناه خبرکړو په دې صورت کي به مو أمربالمعروف او نهی عن المنکر چي د هر مسلمان فریضه او دنده ده سرته رسولي وي او الله تعا� �ې به راځخه راضي وي .بل باید دا هم په پام کي ونیسو چي د غیبت کولو یوستر نقصان دادی چي هغه زمونږ نېکي له م ېنځه وړي په هغه لویه ورځ چي له نېک عمل ځخه ماسوا به نور هیڅ انسان ته ګټه نشي رسولای او دنیکیو قیمت به ډېر لوړ وي په کار داده چي هغه په نه څه له لاسه ونه باسو او په غیبت کولو سره زمونږ نیک عملونه له مېنځه ځي او د حشر په بازارکي به خداناکرده زمونږ په لاس کي د نیک عمل هغه قیمتي متاع نه وي کوم چي به زمونږ ورته زیاته اړتیاوي . په دې حدیث شریف کي څه فکر کول په کاردی : رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو پوښتنه وکړه ( هل تدرون من المفلس؟ ) آیاتاسوخبر یاست چي تنګ لاسی څوک دی ؟ اصحابو ورته وویل : ( قا� �وا: المفلس فينا يا رسول الله، مَن لا درهم له ولا متاع) په مونږ کي خو تنګ لاسی هغه څوک دی چي څوری او نغدي نلري ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :( فقال (ص): المفلس من أمتي مَن يأتي يوم القيامة بص� �اة وزكاة وصيام، ويأتي قد شتم هذا، وقذف هذا، وأكل مال هذا، وسفك دم هذا، وضرب هذا، فيعطى هذا من حسناته، وهذا من حسناته، وإن فُنيت حسناته، قبلَ أن يُقضى ما عليه أخذ من خطاياهم فطرحت عليه، ثم يطرح في النار) ځما د امت تنګ لاسی هغه څوک دی چي د قیامت په ورځ به له ځان سره لمونځونه زکاتونه اوروزې په داسي حالت کي راوړې چي دې ته به یې ښکنځلي کړي وي ، په دې بل به یې تور لګولی وي ، ددې بل به یې مال په ناجایزه خوړلی وي ، ددې بل به یې ویني تویې کړي وي او دا بل به یې وهلی وي نو دې ټولو ته به دده نېکي ګاني ور ووېشلي شي ، که مخکي له دې چي ددې کسانو غاړه ووځي دده نېکي ختمي شي د هغوی ګناهونه به را وړل کېږي او په ده به اېښودل کېږي او بلآخره به د جهنم په اور کي واچول شي .ریښتیا هم چي د قیامت دورځي ډېري سختي صحني او وېروونکي مرحلې دي ، یوه داسي ګناه چي زمونږ روزمره معمول ده او ډېره یې وړه ګڼو د قیامت په ورځ زمونږ ټولي هغه نېکېوي چي سرمایه او رأس المال به مو نور څه نه وي له مینځه یوسي د افسوس او خواشیني ځای به وي ، نو په کار داده چي دا احادیث مونږ په هروخت او هر مجلس کي به پام کي ونیسو او خپلي ژبي له داسي خبرو کنترول کړو چي ګټه خو هیڅ نلري او سرچپه لوی تاوان راته رسوي .بله خبره داده چي کله دا زمونږ مسلمان ورور چي مونږ به مخامخ له هغه سره مدارات او مینه کوله او پسي شا به یې مونږ غیبت کولو د قیامت په ورځ د الله تعالی په حضور کي راسره مخامخ شي او راته ووایې چي ما خو له تا داسي امید نلرلو چي داسي په سپکو ورکو به مي یادوې ولي د ځما غیبت کولو اوولي د ځما عزت لوټولو ؟ څومره د شرم او خجالت ځای دی مونږ به په ځواب کي څه ورته وایو چي زمونږ په مخونو د هغه د غیبت نښي او نښانې له ورایه څرګندي وي که انکار کوو زمونږ ژبي به شاهدي ورکوي چي زه د دده په غیبت خوځولم نو کله چي هم د یوچا غیبت کوو باید دا صحنه په پام کي ونیسو او د هغه لویې ورځي له خجالت ځخه ځانونه وساتو . بل داچي مونږ د خپل ژوند څومره قېمتي وختونه د نورو د عیبونو په پ� �ټلو کي ضایع کړل که دا وختونه مونږ د خپلو عیبونو په اصلاح او معالجه کي لګولي وای څومره به ښه وای .له یوه د سلف صالحینو ځخه یوه سړي د یوبل چا په هکله پوښتنه وکړه چي فلانی په څه لګیادی هغه په ځواب کي ورته وویل : (نح مد الله ونشکره) بیا یې پوښتنه ځیني وکړه هغه ورته وویل : (نحمد الله ونشکره) هغه پوښتنه ځیني وکړه چي زه د ف� �اني د حال احوال پوښتنه در ځخه کوم او ته د الله تعالی شکر ادا کوې هغه ورته وویل چي د الله تعالی شکر په دې اداکوم چي یو داسي انسان مي ولید چي خپل عیبونه یې ټول اصلاح کړي دي او د نورو پوښتنه کوي او د هغوی په چارو کي فکر وهي . د زیاتي خواشیني ځای دی چي خپل ځانونه مو هېر کړي دي د خپلو هغوعیبونو تلاش مو پرې ایښی دی چي له ح ده زیات دي او د نورو د عیبونو په تلاش ور ځخه مشغول پاته یو .( یادونه) البته دا نوع غیبت او د مسلمان د عیبونو تلاش په هغه صورت کي حرام دی چي د مسلمان عیبونه د هغه تر ذات پوري محدود وي او ضرر یې صرف یواځي ده ته متوجه وي اوكه يو څوک داسي عیب ولري چي د هغه عیب ضرر ټولني ته متوجه وي او که څوک پرې خبر نه کړل شي کیدای شي اجتماعي ستونځي را مېنځ ته کړي او یا امنیت ګډوډ کړي , يا يو څوک د بل چا په خلاف په داسي عمل لاس پوري کول غواړي که هغه پرې خبر نکړل شي کېدای شي په یو ستر مصیبت او یا فتنه یې اخته کړي نو په هغه صورت کي په � �ومړۍ مرحله کي داسي لاري چاري باید په کار واچولي شي چي هغه فرد یا ګروپ له هغه جرم ځخه لاس واخلي او که هیڅ چا� �ه بله نه وه نو بیا که د هغه دا عیب مربوط لوري اونورو خلګو ته واضح کړل شي او یا اسلامي دولت پرې خبر کړل شي نو دا هغه غیبت او تجسس نه ګڼل کېږي کوم چي اسلام مونږ له هغه ځخه منع کړي یو بلكه پرداسي مجرمینو پرده اچول په خپل ذات کي یو ستر جرم دی او که یو څوک له باوري خبرتیا سره سره خوله پټه ونیسي نو د جرم د واقع کېدلو په صورت کي هغه هم برابر شریک ګڼل کېږي او د سزا مستحق دی دا ځکه لکه مخکي چي مو وویل چي ددې اخلاقي نییمګړتیاوو � �ه تحریم ځخه د اسلام د مقدس دین بنیادي مقصد د نېکمرغي او پرامنه ټولني بنیانګذاري ده او که په جرایمو له پ� �دې اچولو ځخه د اسلامي ټولني امنیت ته ګواښ متوجه وي او یا د الهي قوانینو سرغړونه کېږي نو بیا یواځي د اسلامي دولت نه بلکه د ټولني د هرفرد مسؤلیت دی چي د جرایمو په مخنیوي کي چي په هرشکل وي فعاله ونډه واخلي .نو اې زم ونږ پروردګاره مونږ د خپلو عیبونو په اصلاح مشغول کړې او د نورو مسلمانو وروڼو له غیبت کولو او د عیبونو له ت� �اش ځخه زمونږ سترګي پټي ، ژبي بندي او غوږونه مو ځیني کاڼه کړې او د قیامت د لویې ورځي له مفلسانو ځخه مو مه ګ� �زوې (آمېن)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دیوې پښتنې پېغلي ارمان", "output": "دنن نه څه باندي پنځوس کاله مخ کي خدای بخښلې میرمن حمیده دهغه څه انځورپه ډیرمهارت سره څرګنده وي چي نن موږ ورسره لاس اوګریوان یو. راسئ وګوروچي میرمن حمیده په یوه نثري لیکنه کي څه لیکي ! ! * * * * * * هلته دشنوبوټوپه غاړه یوه توره کیږدۍ ولاړه ده، توري پرښي طبیعت آزادي غورځولي اوآزادي پ� �تې دي ،دنښترواودګرګروشنې وني خواوشاولاړي دي ،شنه واښه په ګڼ سیوري دبوټولاندي ولاړدي ، چي دلمروړانګي یې نه دي لیدلي اوپرخه پرې همیشه پرته وي شپونکی هلته لري بربنډناست دی شپیلۍ غږوي ،په خوړکي سپیني اوبه په مستۍ رواني دي، شوراوغرهار کوي، یوه پیغله دکیږدۍ څنګ ته ناسته په تبۍ جواري پخوي، سپین ټیک یې پرتوراوربل لکه دسباستوری ځلیږي، تورکمیس یې په تن سره زرغونه لمن ورته پرته لکه دبوډۍ ټال، زړه موریې څنګ ته ناسته ده، پیغله وایي .(( مورکۍ !زه چي ځان سره فکروکړم نووایم ځارشم دوطن له توروخاورواوتورو،توروغرونونه ترهغوسپینوماڼیو اولوړولوړوبنګلونه چي واک ېې دبل وي . قربان شم ددې پاکي اوآزادي هوانه اوسرمي لوګئ شه دوطن دآزادۍ په لارکښي مور!هابله ورځ تاراته چي دمیوند دشهیدانونکل کاوه څومره ارمان مي کړی دی چي کاش هلته زه هم وای چي دخودآزادۍ شهیدانوته مي په خپل سر داوبومنګئ وړای، ډوډۍ می وررسولې وای، کارتوس اوټوپک مي وروړای اوورسره وږ ه په وږه جنګیدلې وای . . )) موریې و� �ته وایي : .(( لوري ! خپه کیږه مه اوتیروشویوخبروپسي ارمان مه کوه، که خدای(ج) کول دپښتونستان جنګ راتلونکی دی داهغه دآزادۍ جنګ دی چي ستازړه یې غواړي، دپښتونستان دځلموخدمت وکړه اوخپل ارمان ترسره کړه .)) پیغله وایي : . آه مورجاني !دابه کله وي؟زه به ژوندۍ یم چي پښتانه ځلمي ځانونه جنګ ته تیارکړي اوزه دشپې ټیکلي پاخه کړم اوسهاردخپل ورورسره دځلموپه ډله کښي دجنګ میدان ته روانه شم ؟ اومورکۍ !ته خوبه نه ژاړې خوشحاله به یې اودعابه کوې چي پښتونستان آزادشي، ارمان مي دی چي داسي جنګ اومړي وشي چي دجنګ ډګرداسي سورشي لکه زماسالوګی ،اودځلمومنګولي ددښمنانوپه وینوکښي داسي سرې شي لکه دازمالاسونه چي نکریزوسره کړي دي .څومره مي زړګی غواړي چي دپښتونستان بیرغ ماته څ وک راکړي اودټولونه مخ کي روانه اوسم اوکه ددښمن ګولۍ راسي چي اول زماپه توده سینه ولګیږي !!دپښتونستان ځلمي به دجنګ نه بریالي راوګرځي ، پښتونستان به یې ګټلی وي ،په خاورواودوړوبه سپیره اوپه وینوبه رنګ وي، ته به خپ� �ه لورهره خوالټوې مګربې فایدې ځکه چي مابه خپل سردپښتونستان نه قربان کړی وي اوشهیده شوې به یم اوخپلې ارزوته به رسیدلې یم ! !"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ستره لارښوده", "output": "ته چې پيدا شولې وختونو بدلونونه راوړلستوري پر ځمکه ورېدل ښکلا رنګونه راوړل هر خوا سپرلۍ شو سرې غوټئ سره ورغاړې وتېتا چې د مينې له دنېا نه الفتونه راوړل د زمانې ځولئ شوه ډکه د رڼا له پيغلوسپوږمئ د پيغلو پلوشو غيږ کې ګلونه راوړل د وحشتونو کډې بار شوې بربريت ختم شوتا دې نړئ ته د خوږې مينې رازونه راوړل د خداۍ کعبه کې رانسکور شول ټول بې روحه خدايانتا چې له هسکه دا يمان بل مشالونه راوړل د زړه حجرو کې ايمانونو غزونې وکړېد ژوند کاروان ته دې د لارې جرسونه راوړل په وچو وچوسپيرو شونډو کې موسکا خورې شوېد محبت له دبستانه دې درسونه راوړل د توحېد وړانګو د مکې تيارې په سر واخيستېتا چې حرا نه د اقراء حکايتونه راوړل د تورو شپو زړونه سوري شول د سحر په تورود لمر په لپو کې دې نور او سهارونه راوړل د حق په شمو دې روښانه کړې تيارې جونګړېد ماښامونو تورو زړو ته دې داغونه راوړل ستره لارښوده د بشر د قافلو رهبرهتا د منزل د رسيدلو پيغامونه راوړل د ښکلا ګانو، رڼاګانو، ځلاګانو چم نهتا د رنګونو او ښايست ډير سوغاتونه راوړل په بتخانو کې زلزلې شولې غوغا ګډه شوهد يوه رب د بندګئ دې فرمانونه راوړل ځکه نصرت دې ښکلوي د قدمونو خاورېد حقيقت له مېکدې دې ډک جامونه راوړل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زخمي وختونه", "output": "زخمي وختونه کله به تير شي داد غم وختونه زخمئ زخمي تورتم تورتم وختونه ملګرو ښکاري بيا چنګيز راغلی شول وينې وينې هر قدم وختونه چنار ستي نښتر ايره ايره شول نشته رباب او د ادم وختونه ستا د سپرلو سبرلو کتو په تمه اغزي اغزي مې شول هردم وختونه وخته ګيلې له خپل قسمته کوم چې مې نصيب شول د ماتم وختونه څوک مې به غشو څوک په کاڼو و� �ي سلګۍ سلګۍ مې شول برهم وختونه نصرته ګرځم اوښکې اوښکې سترګې په اور مې سيزي دم په دم وختونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ناټو مشر: افغانستان کې د اروپایې ټولنې او ملګرو ملتونو زیاتو مرستو ته اړتیا لري", "output": "میرویس جلالزی د ناټو تړون نوي ملکي مشر په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د ماموریت د بریالي توب او د دغه هیواد د بیاودانولو لپاره د اروپایې ټولني او ملګرو ملتونو څخه د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل: (( ناټو به خپله برخه کار کوي خو دغه کار په یوازي سر امکان نه لري، دغلته نړیوالو هڅو ته اړتیا ده هم په پوځي او هم په ملکې برخو کې)). اندرس فوغ روس موسن چې د دوشنبې په ورځ یې په رسمي توګه د ناټو تړون د عمومي منشي په توګه دنده تر لاسه کړي وویل چې د سرتیرو لومړی توب یې دا دی چې په افغانستان کې جګړه په یوه داسي لوري وغزوي چې بریالي توب یې متصور وي. نوموړي د ګرجستان د لانجې هوارۍ د خپل ماموریت دوهم کاري لومړی توب په ګوتو کړ. ناټو تړون دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۶۴۰۰۰ سرتیري لري چې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د سوله ساتونکي ماموریت برخه دي. د ناټو نوی عمومي منشي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوه بيته", "output": "خاطر راشه جنازې ته مي دا سپين کفن مي لري کړه ------ ته چې شرميدې ترينه هغه سترگي نن پټي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ادارې اصلاحات یو شیطاني غولونکی شعار وو", "output": "د طالبانو د حکومت له ړنګیدو و� �وسته بیا تر ننه پوري په تیرو څه د پاسه او کالو کې هم په موقتي، اوانتقالي دورې کې او هم په ریاستي دوران کې مونږ او زمونږ ټول وطنوال د دې شاهدان یو او دا هر څه مو په ګنهکارو سترګو ولیدل چې، د بدمرغه هغه شعار چې، کار باید د کار احل ته وسپارل شي یواځي د کاغذ په سپینو پاڼو او څو تشو ټلویزیوني شعارونو د یوه غو� �ونيکي سراب په توګه پاتي شو او د چا په خبر تر اوسه هیڅه یوه داسي اداره که وزارت وي کې کومه موسسه نه � �و موندلای چې پکې کار ریښتیا هم د کار احل ته سپارل شوی وي.دغه غولونکی او ابلیسي شعار د ادارې اصلاحاتو د کمیسیون له خوا ورکړ شوی وو .د ادارې اصلاحاتو کمیسیون د خپل جوړښت له وخت څخه بیا تر اوسه یوه غولونکي او خپلوانپاله پالیسي درلوده او په خپلې دغې پالیسي کې تر زیاتي اندازي بریالی هم شو چې نه یې کار د کار اهل ته وسپاره او نه یې ضوابط پر روابطو، خپلویو، قوم پرستیو، تنظیم او ټوپک پالني،غرب ملګرتوب ترجیع ورکړه بلکي هماغه زړه د مصلحتونو، سپارښتنو، وسیلو او واسطو لاره یې خپله کړه چې پایله کې یې ډير هیواد دوستان، د لوړو زدکړو خاوندان، د هیواد ریښتیني او خدای پرسته بچیان، ماهرین، متخصصین او مسلکي کادرونه مایوسه او نا امیده کړل.د هیواد اوسنۍ نا امني، اقتصادي ستونزي، دربدري او بیلا بیلي ټولنیزې ستونزي د همدې نا امیدیو زیږنده ده.کاشکې د دولت له خوا د دغه تش په نامه کمیسیون د تیرو کلونو کارونه په غور سره وڅیړل شي او د هغې بودجې او لګښتونو په پام کې نیولو سره د کیفیت په لحاظ د نوموړي کمیسیون په کارونو نوی نظر وشي او له ارزیابۍ نه و� �وسته خلکوته معلومات ورکړل شي چې نوموړي کمیسیون به خپلو تیرو ډالري لګښټونو سره څه کړي دي؟ایا په خپله ور سپارل شوي دنده کې یې څورمه پرمختګ کړی او یا دا چې ادارې فساد یې پکې ښامار کړی دی؟آیا دغه کمیسیون د خلکو د م نلو وړ دی او که د یوې مافیایې کړۍ په څير ورته کتل کیږي؟مونږ په ډاډ او باور سره ویلای شو چې د ادارې اصلاحاتو کمیسیون یواځي همدومره کوي چې خپلو کسانو ته یې ډالري معاشونه برابر کړي او نور یې خپل ور سپارل شوي مسولیت له یاده ایستلی او کارونه یې هم په ټپه ولاړ دي.زمونږ هیله دا ده چې دغسي کمیسیونونه یا باید په خپله اصلي بڼه په کیفي لحاظ فعال شي او یا یې دندې کومي بلي ادارې ته وسپارل شي او د خوستیانو په خبر دړه( دروازه) یې وتړل � �ي.که چیرته دغه اداره په خپلو کارونو کې کامیابه بلل کیږي نو ښاغلی احمد مشاهد چې د دې ادارې مشري کوي باید د هغو ملیونونو ډالرو د لګښت په اړه وضاحت ورکړي چې په بیلا بیلو نومونو په تیرو څو کلونو کې د دغې ادارې له خوا په مصرف رسول شوي دي، هغه پیسې چې د نړیوالي ټولني له خوا زمونږ د ولیشت ولیشت ځمکي د ګروۍ په بدل کې مونږ ته را کړل شوي دي.د ادارې اصلاحاتو کمیسیون ډیر عالي رتبه چارواکي له ریسانو نیولي بیا تر مدیرانو او د څانګو تر مشرانو پوري په بیلا بیلو فعلونو اخته دي او تل په دې لټه کې دي چې څرنګه خپل جیبونه ډک کړي او د کرزي له حاکم یت څخه خوند واخلي.هغوي له خپلې اصلي تګلاري منحرف شوي، مونږ ته له بدمرغه او دوي ته له ښې مرغې داسي کس نه شته چې له هغوي څخه پوښتني وکړي او هغوي خپل اصلي تګ لوري ته هدایت کړي. د اداري اصلاحتو د کمیسیون تر څنګ باید ټول هغه کمیسیونونه هم د خپلي بي کفایتۍ په اړه تحقیق ته حاضر کړای شي چې په بیلا بیلو نومونو جوړ شوي دي.که د ادارې اصلاحاتو کمیسیون دی او یا هم د ارتشا او فساد پر وړاندي د مبارزې ریاست او یا هم کوم بل � �یاست.یو ځل خو ښاغلي ریس جمهور داسي یو کس هم دغه غربي ډوله کمیسیونونو ته ټاکلی وو چې په خپله په امریکې کې پرې د فساد تورونه موجود ول او د هغه ځای له قانون څخه یې له تیښتې وروسته په افغانستان کې ورته د داسي یوه ریاست دنده سپارل شوي وه چې کار یې له فساد سره مبارزه وه.افوس پر افغانانو ..یو متل دی چې وای هر چې بګندد نمکش میزنند وای به آن روز که بګندد نمک."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تور القاب", "output": "په وعد و د نن سبا شو مه خر ا بمړاوي اوښکي مي په م خ شولې سیلاب چې مخ پټ کړې لا دي حسن لمبه وکړيډیر تاوجن وي ډوب په وریځوکې افتاب تو ر با ڼه د ي لکه غشي را ور یږ يطبیب نه کړ ي د رنځو ر هسي جو ا ب د پښتو ن ا شنا د هجر د و ز خ ګو ر هپه هر وار ي را کو ي نو ى عذ ا ب د جا نا ن په لید و ځکه و ا ر ختا شمهر لیدل يې د بیلتون و ي نوى باب له وژونکو سترګو رحم غوښتئ نه شېپه سینه کې لر ي ز ړه لکه قصا ب پښتا نه په سر ښند نه ډګر یو سيدحا صل په وخت کې تور واخلي القاب خدمتګاره آرام مه غواړه په عشق کېپه د ې لار ه کې قبول کړ ه اضطر اب"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له شمالي کوریا د نیول شویو امریکايي خبریالانو د خلاصون غوښتنه شوي", "output": "میرویس جلا� �زی د هغو دوو کوریایی الاصله امریکایۍ خبریالانو چې د شمالي کوریا د دولت له خوا پرون په دولس دولس کا� �ه شاقه حبس محبوسي شوي، کورنیو د شمالي کوریا له کمونیست پلوهحومت څخه غوښتنه کړي چې دخپلې مهربانۍ له مخې دغه دوه ژورنالیستاني عفوه کړي او له بند څخه یې آزادي کړي.د دغو دوو امریکایانو کورنیو ویلي چې دوي د خپلو لوڼو په استازي توب د هغوي د خطاګانو او تیروتنو له امله د شمالي کوریا له ولس څخه بښنه غواړي او هیله کوي چې د دغو دوو نجونو په خلاصون کې هڅي وکړي.لورا لینګ او لي ځه باندي دوه میاشتې دمخه په شمالي کوریا کې امریکې ته د جاسوسۍ په تور ونیول شوې او پرون یوې محکمې ورته د ۱۲ کاله شابقه بند سزا واو� �وله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عشق", "output": "عشق یعنې هرڅه له جنون سرهعشق یعنې لوبې د ژوندون س� �ه عشق یعنې اورکې سوزیدل همیشعشق یعنې غم کې ورکیدل همیش عشق یعنې ستا په تندی تور داغعشق یعنې شپوکې درنه ورک چراغ عشق یعنې کله د خوښۍ ګړۍعشق یعنې ډکه د رازو نړۍ عشق یعنې ښکلې مړې دیار سترګېعشق یعنې ستا د انتظار سترګې عشق یعنې خوږ د آشنایې غزلعشق یعنې تل دخاطرو سه مل عشق یعنې چیرته چې نور ته نه یېعشق یعنې ورک چې له هرڅه نه یې ع� �ق یعنې بس یواځې ته او یارعسق یعنې بیل مزل او بیله لار عشق یعنې ډکه دجنون کیسهعشق یعنې ټوله دژوندون کیسه کندز 1384"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "منزل ليري، لاره ورانه زه هم ستړى ته هم ستړى څه دي خوښه ده ارمانه زه هم ستړى ته هم ستړى نه مي ته شې هېرولاى، نه زما له خياله وزې ځه پخلا به شو جانانه زه هم ستړى ته هم ستړى ځغلوې كه مي هر څومره ته به هم راسره ګ� �ځې قدم ونيسه اسمانه ته زه هم ستړى ته هم ستړى د وفا په ورانو لارو بيا سفر غواړې زړګيه؟ دا خبره به شي ورانه ته زه هم ستړى ته هم ستړى دروېش وايي ښه به دا وي چي په ساري سره پرېږدو اې د سرو لمبو توپانه زه هم ستړى ته هم ستړى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې د کوچنیانو د تکواندو سیالي تر سره شوه", "output": "میرویس جلالزی به پلازمینه کابل کې د ماشومانو د تکواندو سیالۍ تر سره شوې.په دغو سیالیو کې د هیواد له ګوډ ګوډ څخه په یولسو وزنونو کې ۵۶۰ تنو هغو ماشومو تکواندوکارانو برخه لرله چې عمرونه یې تر لسو کلونو کم ول.د تکواندو د فدریشن ریس غلام رباني رباني وویل چې د دغو سیالیو د په لاره اچولو موخه د هیواد د ماشومانو د تکواندو د ملي لوبډلي غوراوی وو.دغه سیالۍ به نن هم دوام ولري او دورځي په پای کې به د ټولو وزنونو اتلان په ګوتو شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کنددهار: یوه مشهور ملا ترور شو", "output": "ظاهر جان-کندهار د کندهار ښار په مربوطاتو کې تیر ماښام یو مشهور ملا د ناپیژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی. ملا سیدمحمد چی د حج او اوقافو په ریاست کې یې هم دنده لرله تیره ماښام د خپل کور مخې ته د چهل زینو په سیمه کې د ناپیژاندو کسانو له خوا په ګولیو وویشتل شو او وروسته یې سا ورکړه.د کندهار د امنیې قوماندانۍ یوه چارواکي نن د چهارشنبې په سهار بینوا ویب پاڼي ته وویل چې ملاسیدمحمد هم وژل شوی دی.ملا سیدمحمد د اوسني دولت له کلکو منتقدینو څخه وو او ویل کیږي چې د جمعې د خطبو او ویناوو پر مهال به یې تل په امریکايي ځواکونو او افغان دولت نیوکي کولي.د سیمې خلک وایې چې ملا سید مح مد په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو له حضور سره سخت مخالفت درلود او تر اوسه نه ده معلومه چې د چا له خوا وژل شوی دی. طالبانو هم په دې اړه تر اوسه خپل نظر نه دی ورکړی.د کندهار د چهل زینو سیمه هغه ځای دی چې ښار ته نژدې پروت دی.۴۰ کلن ملا سیدمحمد چې په دیني تبلیغ کې په سیمه کې بی ساری وو د تکړه لیکوال عبدالمالک همت ورور دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار:پوليس او ملي امنيت لاسته راوړني لري", "output": "احمد لودين په کندهار ښار کي پوليسو او دملي امنيت کارکوونکي په ګډه يو ډول چاڼيز عمليات پيل کړي چي نن يي دخپلو زياتو لاسته راوړنو خبر ورکړ چي په هغه کي بيلابيلي وسلي ، د وسايطو ضد ماينونه ، ژړي بوشکي چي په چاوديدونکو توکو سره ورڅخه ماينونه جوړ سوي وه ، لاسي بمونه ، د بيلابيلو وسلو مرمۍ ، په سلګونو متره د ماينونو دچاودلو لينونه او دا ډول هغه څه چي ددوي په وينا په ورانکارو عملونو کي ددولت پر ضد ورڅخه کار اخستل کيدي نيولي دي او په دي سره يي يو ځل بيا د ډيرو خونړيو پيښو مخه نيولي ده چي دملي امنيت درياست له خوا دوه تنه دتړاو په تور هم ورسره نيول سوي دي د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي نن په يوه خبري ناسته کي خبريالانو ته وويل چي دوي دتيري يوي اونۍ راهيسي دګډو افغان ځواکونو په ملتيا د کندهار ښار په مختلفو سيمو کي عمليات پيل کړي دي او خپلو تلاښيو ته يي په دوامداره توګه ادامه ورکړي چي د کندهار او ولسواليو په بيلابيلو برخو کي يي ښه لاسته رواړني درلودلي دي ښاغلي ځاځي وويل چي تيره اونۍ په ډنډ ولسوالۍ کي يو ماين ښخوونکى هم هغه وخت ووژل سو کله چي يي غوښتل د سړک پر غاړه ماين ځاي پر ځاي کړي چي دايتلافي ځواکونو د الوتکي لخوا په نښه او ووژل سو .قوماندان ځاځي زياته کړه ددوي ښاري عمليات به تر هغه وخته وغځيږي څو ډاډه سي چي په کندهار ښار امنيت ډاډمن دي .په کندهار کي دا ډول عمليات په داسي حال کي پيليږي چي دا ښار دډيرو خونړيو پيښو شاهد پاتي سوي دي او اوسيدونکو يي ډير ځاني او مالي زيانونه ليدلي دي خو نور نه غواړي چي تيري پيښي يو ځل بيا تکرار سي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ايران افغاني الاصله فرهنګي يرغلګرو ځانونه افشا کړل", "output": "له کله چې په افغانستان کې و� �وستی سياسي بدلون راغي او نړيوالو په دغه هيواد کې د بن د تړون له مخې موقت حکومت رامنځته کړ نو هغه مړې هيلې يو ځل بيا را ژوندي شوې، چې په افغانستان کې د يوه مرکزي واکمن داسې دولت چې هغه د بهرنيو لاس وهنې مخه ونيسي، د افغانانو په ذهنونو کې پرتې وې.ددغه دولت په جوړېدو سره ځينو هيوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو هيوادونه پدې فکر شول چې څنګه په دولت او ياهم د ملت په منځ کې لاس ولري ترڅو يې ګټې خوندي دي د همدې د ترلاسه کولو لپاره دوی په افغانستان کې د جګړې دوخت له خپلو لاسپوڅو په ګټې اخيستنې سره پاکستان په افغانستان کې پوځي لاسوهنو سره د ام نيتي خنډونو په جوړولو او د دولتي مخالفينو پياوړتيا ته دوام ورکړ خو زموږ بل ګاونډي چې تر پاکستانه زيات خط� �ناک دي ( ايران ) خپل فرهنګي يرغل لا قوي او هڅي يې پراخې کړي پدې برخه کې غوره نمونې د افغانستان له کتابتونونو سره د ايران هغه مرستې يادولی شو چې په ښکاره کتابونه وو خو دا په اصل کې هغه دارو وو چې د افغاني فرهنګ پر وړاندې د عملي مبارزې لپاره دغې خاورې ته راوړل شول. دکتاب په نامه ددغو ګوليو او مهماتو راوړلو لړی هغه وخت ډير زور اخيستی وو چې داطلاعاتو اړ فرهنګ د وزارت په مقام رهين ناست وو، خو کله چې ولسمشر ښاغلي کرزي، ښاغلي خرم دغه پست ته کانديد کړ اد افغانستان ولسي جرګې د باور رايه ورکړه نو د ايران دغه راز لاسوهنې له مخنيوي سره م خامخ شوې خو دا هغه وخت وو چې ايران د خپل فرهنګي يرغل په ترڅ کې د افغانستان د اساسي قانون يو شمېر مادې لاندې او په اړه يې د ګڼ شمير هغو کسانو په مټ د يوې ځانګړې ډلګۍ ملاتړ ترلاسه کړی وو چې هغه د اساسي قانون ترمنالوژي وه دوی له وخته ښاروالۍ ته د شهرداری، پوهنتون ته د دانشګا، سترې محکمې ته د دادستان عالي، متعلم ته د دانشجو او داسې ګڼ شمېر نور نومونه چې اساسي قانون خوندي بللي دي خو دوي واړول.د افغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې د اساسي قانون په عملي کولو مکلف دي نو له مخې يې د ملي ترمينالوژی د خوندي ساتلو لپاره مټې راونغاړلې خو پر وړاندې يې دمخالفت څپې د دولت په ټولو ارګانونو کې راپورته شوي او د ښاغلي خرم دغه قانوني ګام ته يې دتعصب نوم و� �کړ او د قانون خلاف يې وباله. د ډېر افسوس خبره ده چې نن محقق را پورته کيږي او د قانون خبرې کوي دده کړه وړه ټولو خلکو ته که تاجک دي که پښتون معلوم دی هغه خو د هغو ظالمانو په ډله کې دی چې بايد په بيړه محکمه او اعدام شي ځکه چې په سلګونو کسان يې په ميخونو او ګوليو سره وژلي دي.په هرډول زه د ولسي جرګې له هغو غړيو څخه هيله لرم چې په واقعي ډول دافغانستان د خلکو استازي دي او اساسي او پښتني قانون ته احترام لري دوی بايد د ښاغلي خرم سره يو ځای د ايران د فرهنګي يرغلګرو پر وړاندې کلکه مبارزه پيل کړي او د خپل قانون پروړاندې خنډونه چې هغه که محقق وي او که د دولت په کومه بله اداره کې څوک وي، د قانون منګولو ته وسپاري.زه د فرهنګ له وزير سره هيڅ ډول رسمي او شخصي اړيکي نلرم او نه هم ددغه وزارت په چوکاټ کې کومه دنده لرم خو د يو افغان په حيث دده ټولې هڅې ستايم له کله چې دغه ښاغلي نوموړي وزارت ته راغلي او له کله چې ښاغلي ثابت څارنوالۍ ته راغلی په رښتوني ډول يې دغه ادارې خلکو ته وروپيژندلې نو له ولسمشر کرزي څخه مي هيله داده چې نور نو د بهرنيو لاسپوڅو په وړاندې چې تل د اساسي � �انون او دولتي پرېکړو په وړاندې خنډ ګرځيدلي ، کرار پاتي نه شي او د هغوی په وړاندې د قانون پرېکړې عملي کړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مینه", "output": "مينه راوبلئ او ميني ته ځای ورکړﺉ يوه په زړه پورې کيسه يوه ښځه، چې خپل مېړه يې په کور کې نه و له کوره بهر راووتله او ويې ليدل، چې د دې د کور مخې ته درې سپين ږيري ناست وو. نومړې ښځې ورباندې غږ وکړ: که څه هم زه تاسې نه پېژنم، خو ښايي تاسې وږي شوي ياست، مهرباني وکړﺉ، زموږ کور ته راشی او لږ څه شی وخورﺉ. دوی وپوښتل: آيا د کور څښتن يا سړی شته؟ ښځې په (نه) ورځواب کړه او ورته یې وویلې: هغه دباندې وتلی دی. دوی زياته کړه: ښه نو چې نشته، بیا نو موږ کور ته نه شو ننوتلی. په همدې ورځ ماښام، چې د ښځې خاوند کور ته راغی او له ښځې یې وپوښتل، چې ورځ څنګه تېره شوه….؟ ښځې يې همدا کيسه ورته وکړه او خاوند یې په ځواب کې ورته وويل: لاړه شه او هغوی بیا راوبله، ښځې هماغسې وکړل او هغوی یې کور ته راوبلل. درې واړو سپينږيرو په ځواب کې وویل: موږ درېواړه يو ځای يوه کور ته نه ځو. ښځې ورنه وپوښتل: ولې؟ يوه زاړه (سپين ږيري) ورته تشريح کړه: هغه خپل يوه ملګري ته اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم شتمني ده او بل ته یې هم اشاره وکړه او وې ويل: د هغه نوم برياليتوب دی او زه مينه یم يانې زما نوم مينه دی. نو اوس لاړه شه او په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړﺉ، چې کوم يو ستاسې کور ته درشو. ښځه خپل کور ته دننه شوه او خپل مېړه ته يې کيسه بيان کړه، خاوند يې ډېر خوشاله شو او وې ويل: څومره ښه، چې کيسه له دې قراره ده؛ نو راځی چې شتمني راوبلو، هغه ته به اجازه ورکړو، چې راشي او زموږ کور له شتمنيو ډک کړي. د هغه ښځې رد کړه او وې ويل: چې زما ګرانه، ولې کور ته برياليتوب نه رابلو. د دوی وړه لور، چې د کور په يوه کونج کې ناسته وه او د دوی خبرې يې اورېدې، له لرې یې له خپل وړانديز سره راټوپ کړل: آيا دا به ښه نه وي، چې مينه راوبلو؟ بيا به زموږ کور له مينې ډک وي. ښځه او ميړه وويل: راځی، چې د خپلې لور وړانديز ومنو، لاړه شه او د هغو له ډلې څخه مينه راوبله. ښځې همداسې وکړل او له هغه دريو سپين ږيرو څخه يې وپوښتل، په تاسې کې کوم يو مينه ده؟ مهرباني وکړي راشی، زموږ مېلمه شی او موږ ته د کوربه توب وياړ راوبښی. مينه راولاړ شو او د کور خواته یې قدم وهل پيل کړل، چې دغه دوه نور هم په مينې پسې روان شول. ښځه حيرانه شوه. له شتمني او برياليتوب نه يې وپوښتل: ما يوازې مينه بللی دی، نو تاسې ولې راځی؟ سپين ږيرو ورځواب کړه: که تاسې شتمني يا برياليتوب ته بلنه ورکړې وای؛ نو ښايي هغه نور دوه به بهر پاتې و، خو تاسې مينه وبلله، موږ هم له مينې سره تړلي يو، چېرې چې مينه ده هلته شتمني او برياليتوب هم شته!!!!!. ستاسې لپاره زما هيله................. هر چېرته چې درد شته، زه تاسې ته د سولې او بښنې هيله کوم. هر چېرې چې په ځان اعتماد نه وي، زه تاسې ته د نوي اعتماد يانې بشپړ اعتماد هيله کوم، چې د ټينګ هوډ او په ځان اعتماد درلودلو له لارې خپل کارونه پرمخ بوځی. هرچېرې چې ستړيا او خسته کېدل وي، زه تاسې ته د پوهې، حوصلې، زغم او ځواک هيله کوم. هرچېرې چې ډار وي، زه تاسې ته د هڅونې او مينې هيله کوم. اوس نو تاسې دوه انتخابه لرﺉ: چې دا ليک لرې کړﺉ او وې تړﺉ. او يا دا چې مينه راوبلی، له انسانانو سره مينه پيل کړﺉ او دا ليک له ټولو کسانو سره شريک کړﺉ. زه هيله لرم، چې تاسې به یې دویم انتخاب غوره کړﺉ. د يو رښتيني ملګري پيدا کول ستونزمن، خوشې کول ګران او هېرول يې ناممکن دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درد دل یک مهاجر ( د يوه کډوال د زړه درد)", "output": "حبيب اله غمخور2005.12.18 پدې شپو او ورځو کې دايران ددولتي واکدارانو لخوا دافغان ولس سره ددوستۍ او ورورگلوۍ په نامه په يوه او بله بڼه دمرستو او سوداگريزو اړيکو دټينگولودافغانستان دبياجوړونې په پروسه کې دفعالي ونډي اخيستلو خبري په مطبوعاتو کې خورا تودې رواني دي، يو په بل پسي هيئتونه راځې او قراردادونه لاسليک کيږي . هره خوا دايران دبې پرو او بلا عوضه مرستو تليغات اوريدل کيږي ،سره له دې هغه متل دۍچې وايي ((ازموده را ازمودن خطا است))افغانان په دې ښه پوهيږي چې دا يو شمير همسايگان دڅه په خاطر مرستي کوي او ولي اوس يو په بل پسې ددغو هيوادو دمرستو بازار تود سو؟اود دوه اړخيزو مناسباتو دټينگولوعلاقمندان سول ؟ له يوې خوا ايران غواړي چې امريکا په افغانستان کې زيات تلفات وويني او ناکامه له افغانستان څخه ووزي او له بلي خوا په افغانستان کې دامريکا موجوديت ځانته لوي گواښ بولي مخصو صأ اوس چې دنوي ولس مشر په ټاکلو سره دايرن بهرنۍ سياست دماشومانو دلوبو بڼه اختيار کړې ده ؛ ډير په دې عقيده دې چي پسله هغه چې دامريکا اوروسې او چين تر منځ په منطقه کښي دسياسي او اقتصادې گټو پر سيالۍ نوره هم ژوره سوه ددوي تر منځ اړېکو پخوانې ساړه جنگ ته ورته بڼه واخيستله ،دشانگهاي تړون لاسليک سو،ازبکستان امريکا يي پوځي اډه وتړل ، اوس په نړۍ کې سياسي وضعه بل ډول ښکاري ؛دايران ،هند او روسي علاقه بيرته زياته سول چې دافغانستان سره دخپلو گټو دساتلو په خاطر مناسبات ښه کړې او په ډول دډولونو په افغانستان کې حضور ولري تر څو حالات له نږدې وڅاري .ايران هم له هغه ډارنه چې دامريکا او انگليستان څخه يي لري او داسي فکر کوي که پر ايران حمله کيدل نوممکن دافغانستان له خاوري وشي ،زيات تلاښ کوي له ايران سره په همسايه ولاياتوکې پر پټو اړيکو سربيره ددولتي اړيکو ( په بياجوړونه کې گويا فعاله ونډه اخلي) په وسيله په هيواد کې حضور ولرې همد لامل دۍ چې يو په بل پسې دپروژو دجوړولو قراردادونه امضا کوي . څنگه ومنل سي او کوم سالم عقل به دا قبوله کړي چې په ايران کې دافغان ماشومانو او زلمو پرمخ دښوونځيو او لوړو تحصيلاتو دروازي تړل کيږي مگر په هيواد کې دننه علاقه لري ښوونځۍ جوړي کړې او علمي کدرونه تر بيه کړې ؟.لکه پاکستان له يوي خوا طالبانو ته هدايت ورکوي معلم له منځه يوسۍ مکتبونه وسوځۍ له بلې خوا په کابل کې درحمان باباليسه جوړوي او په ننگرهار او نوروځايو کي ليليه او تدريسي تعميرونودجوړيدو په خاطر مرسته کوي . که حقيقت ووايم له بدمرغه يوزيات شمير هيوادونه دافغانستان سره ددوه مخيز سياست داصل پر اساس روابط ساتې . په هرات کي دبخار دديگ جوړولو يوه کوځني توليدي مؤسسه جوړه سوه کله چې يې په توليد شروع وکړه همدا ايران و چي دهرات ددولتي چارواکو سره په معامله کښي يې دايرانې ديگو طبعي ده چي کيفيت به يي ښه وي قيمت راټيټ او په زرهاو داني يي بازارته وړاندي کړې په پايله کښي ددغي وړي توليدي مؤسسي خاوندکه هر څومره چيغي هم ووهلي خو چا غوږ پري ونه نيوه هغه مجبور سوخپل کاروبار يي وتاړه پر خپله مخه ولاړ ،ايران او نور هيوادونه داسي مرستي کوي . هيله مند يم چي داوسني اداري کوم ړوند او کوڼ پلوۍ مې په دغو خبرو کافر نه کړي او داتور راباندي ونه لگوي چي اوس ځېني دافغانستان سره دبهرنيو هيوادو دښو اړيکو مخالف دي . نه ابدأ داسي نه ده زه او بل هر افغان زموږدهيواد سره دليري او نږدو پرتو هيوادو دبې غرضه اقتصادي ،علمي ،سياسي او ټولنيزو مرستو پلويان يو،ولي دهر ي هغي مرستي سره چې ددوستۍ په نامه زموږ ولس هغه دچا خبره دشالخوا په چاقو ووهي يا ددوستۍ په کاسه کې ورته ذهر ورکړه سي سخت مخالف يم . دا راته معلومه ده او له تاريخي تجربې نه مي زده کړې ده چې زموږ په دغه لنډ ژوند کې سوړجنگ دبشر دحقوقواو دموکراسۍ ددفاع تر نامه لاندي داسي تود شو چي يوازي زموږ په هيواد کښي يې نږدې يو ميليون انسانان قرباني شول ،دغه وخت و چې دستورودجگړي په نامه خولا دوسله والو پروگرامو دعملي کولو لپاره په ميليارډو ډالرو دمصرف سنجشونه کيدل ،پر دغه ټولو سربيره ددغه جنگ داورلگوونکو پر خپله ټوله دښمنۍ سر بيره يو دبل سره ليدني کتني کولې او ځيني سواداگريز او صنعتي په اصطلاح د همکاريو پروتوکولونه يي هم لاس ليک کول ،مگر ددواړو هيوادو دولتي چارواکي په دې ښه پوهيدل چې دپردي شاته څه کوي او هغه څه چي يي لازم بلل دولس سره يي هم شريکول . زه غواړم ووايم چې په اوسنيو شرايطو کښي زموږ دهيواد لپاره دهر هيواد سره دهر اړخيزو علايقو او مناسباتو ټينگول په گټه دي خو په داسي شرط چې تر گټه يې تاوان ډير نه وي . تر اوسه زه او زموږ دهيواد نور څېړونکې چې زه يي ليکني لولم په دې عقيده دې چې زموږد دولتي چارواکولخوا ملې گټي تر بهرنيو گټويو په بل پسي قربانيږې ؛ داسي دوستې به داسي غمجني پايلي ولري چې هغه وخت به لاس مښل کومه گټه ونلري ،همدا اوس بايدپه ټولواړيکواو مناسباتو کښي دهر څه په هکله دملي گټو په ترازو تلل سوی او سنجول سوی درک اوفهم داصل پر بنياد تر سره شي . ټول افغانان دا غواړي چي وطن يې اباد شي ،زراعت ميکانيزه شي ،صنعت وروروتيغ ووهي لوي شي او پر مخ تگ وکړي ،لويي او وړي ملي او خصو صي فابريکي جوړي شي ،ورکشاپونه فعال سي،لاسي صناعت پر مخ ولاړ سي ،له طبعي زيرمو څخه دگټي اخيستلو په خاطر پخپله دخپل هيواد په امکاناتو اود بهرنيو هيوادودمالي او تخنيکي مرستو نه په استفادي سره دمځکي نس وسپړل سي ، کوچيان له دغه زړه بوگنوونکي حالت نه نجات پيداکړي ،دولتې اداره مسلکي شي ،له پارلمان او دولتي ادارونه دپخوانيو قوماندانانو او جنگسالارو ،پاټکونو دخاوندانو ،بنسټپالو او خودغرضه بيگانه پرورولاسونه لنډسي ،دملي اردو،پوليسو دجوړيدو سره دملي کدرونو دتر بيې شعار چې اوس هير سويدۍ دچارواکو پر ژبه سي ،دښځي او ماشوم حق چې همدا اوس يي نومونه يوازي په بهر کې دبهرنيانو دغولونې لپاره دورځي لس واره اخيستل کيږي خو په عمل کې دماشوم او ښځي په غم کې څوک نه دې دهغو روا او انساني حق په عملي ډول په رسميت وپيژندل سي،رشوت ،چور چپاول چې اوس قانوني بڼه لري غير قانوني اعلان سي ، واکداران او ټوپکسالاران چي په مرکزي دفترونو او اوس لا په پارلمان کښې هم ورسره غوښن ملاتړي لاس لري ونسي کولاي نور دبيوزلو کورونه ،مځکي او نور شته اودارايي په زور ترلاسه کړي،داسي ورځ راسي چې دټوپک سالار او قوماندان پر ځاي يو مصلح مشر ،دسواداو پوهي خاوند کسان ملي شوراته لار پيداکړې ، او داچې ويل کيږي دا اوسنيو جنگسالارو او هغو ته چې بر بنډ يي دبشر پرحقو قو تيرۍ کړۍ او په دغه جرم مجرم دې خلکورايه ورکړې او خلکو ټاکلي دا درواغ ختم سي او نور يې دداسي درواغو دويلو او افغانانو په سترگو کي دخاورو اچولو اړېينه پيدانسي،هغه مصلحت چې ځاني ،فاميلي او دڅوپلويانو گټي پکښي خوندي ساتل کيږي دملي گټو پر سرمصلحت کول ځاي ومومې ، په بهر کې هغو ته چې په رښتيا غواړي په خپل هيواد کې خدمت وکړې دابرومندانه راستنيدواو هغوي ته ددوي دمسلک سره سم دکار زمينه برابره سي ،دغه حالت چې دا اوس پخوانې باسواده کسان او دملي اردو مسلکي افسران بي سرنويشته سرگردانه گرځي او هر چيرې په يوه او بل نوم توهين کيږې پاي ته ورسيږي ،معارف او پوهنه وده وکړي ځکه بيله پوهو او مسلکي ملي کدرو څخه دا وطن په پرديو کدرو نه اباديږي ؛ او نه به هم په تاريخ کې کوم هيواد ابادشوی دۍ، که په کوم هيواد کې دبهرنيو کمپنيو په وسيله لوکس تعميرونه ،ډامبر سړکونه او عصري دژوند وسايل بازار ته عرضه سوي دي هغه هم دهغه هيواد دملي پرمختگ معنا نلري بلکه ددې هيواد شتمني يو بل چا دځان په گټه دخرڅلاو او گټياخيستني ننداري ته وړاندي کړې ده ،هغه ولس چې هر څه يې درلودل له هر څه نه يي محروم کړۍ ، ولي په دي يې خوشحاله کړۍ دی چې وگوره ستا په هيواد کي څومره لکس موټران او اسمان خراشه تعميرونه سته او دژوند سطحه څومره لوړه ده ، لکه په کابل کې دسيريناهوټل او نور ځايونه ..... ولې دا چې ددغه هيواد اصلي وارثين په کومو ستونزواو دژوند په کومه ټيټه سطحه کي شپي او ورځي سبا کوي اودهغه چا نوکر دۍ چي دده ملي منابع او طبعي زيرمي يې په يوه او بله بڼه تر خپل تسلط لاندي راوستلي دي ، په دغه پېچلې سياسي اقتصادي سيسټم او اړيکو دهغوي سر هيڅوک نه ور خلاصوي ؛دزراو زور څښتنان تل کوښښ کوي ولسونه په روبينايي اوښتونو کي گيچ او مصروف وساتي . که څوک داساسي او جوړونکو بنسټيزو مسلو دسپړلوتکل وکړي نو په مقابل کې دبهرنيو کمپنيو لخوا ددغه شان کسانو پر خلاف دهغه هيواددهغه اصلي اوسيدونکو په وسيله چې ددوي نوکران دي تبليغ پيل کيږي او وايي چي دا دملک دپيشرفت او ترقۍ مخالف دۍ ،نه غواړې هيواد پر مختگ وکړي او داسي نوربې بنياده دروغجن تهمتونه .... زموږ په خپلو مطبوعاتوکې هم لږ خو بيلگې يې ترسترگو کيږې . زموږ په هيواد کې هم همدا اوس هغه کار چي له ملي امکاناتو څخه په استفادې سره بايدتر سره شي په يوه او بله بهانه هغه يوې بهرنۍ کمپنۍ ته سپارل کيږي ،ځکه خو دانجوگانو بازار تود او کار يي چوک دۍ، که څوک سوال وکړي نو دستي ورته ويل کيږي وروره زموږ په وطن کې پنځويشت کاله جنگ و هر څه له منځه تللي دي موږ مجبور يو چې دبهرنيو کمپنيو سره قراردادونه وکړو او.. همدا اوس کوښښ روان دۍ په دې بهانه چې دولتي پروژې سمي پر مخ نه بيول کيږي بايد خصوصي شي . دا بل سوال دۍ چې دا چارواکي بيا راتلونکې اداره دخصوصي سرمايدار په جيب چلوي ؟ او غواړې دهغو هيوادو په مثالو راوړلو سره چې تر موږ دوه سوه کاله وړاندي روان دي خلک وغولوي ؟ او که امريکا او اروپايي نړۍ داوعده ورکړې څو چې دامځکه اسمان وي دوي به داوس په پشان د افغانستان ددولتي ادارو دکارمندانو دمعاشوڅخه نيولي ټول دولتې لگښتونه چي يو هيواد ورته په ملي او بين المللي کچي اړتيا لري پوره کوي؟ اوهر څه به دوي تر سره کوي ؟که داسي وي دلته نور سوالونه راپيدا کيږي چي ځواب ويل به يي ناشونۍ وي . او جالبه خوا لاداده که دولت ددغو پروژو دپر مخ بيولو توان نه لري چي پخوانيو دولتو او حکومتو په ديرو لږو مالي او مادي امکاناتو پر مخ بيولې ،څنگه کيداي شي دداسي يوې ادارې څخه دوران سوی هيواد بياله سره جوړيدو هيله وسې؟ بلي هيواد والو! ايران هم يو له هغو هيوادو څخه دۍ چې غواړي په افغانستان کې ديوه مطرح هيواد په توگه پاته وي ،داقتصادي اوفرهنگي مرستوپه نامه دلته خپل کارمندان او کارگران ولري ،ددوي دولتي چارواکې دافغانانو سره دورورگلوۍ او اسلامي اخوت خبري کوي ، چې منل يې يو څه ستونځمن دی ،ځکه دوي هم لکه پاکستان چي دتعميراتي کمپنيو تر نامه لاندې يې تر 60زروزيات کسان په افغانستان کې په کار مصروف دې ،داچې دغه کارونه افغانانو هم کولاي سوه هر چاته معلومه ده ؛ او که يې نسوه کولاي دولت دمليارډو ډالرو په تر لاسه کولو سره ددې پر ځاي چې په يوه ليري قريه کې غير ضروري پلچک جوړوي او يا بيځايه په يوه او بل نامه پيسې مصرفوي دنده لرل او لريې چې په ډيرو عادي کورسو کښي دتعميراتي کارونو دسرته رسولولپاره کارگران وروزي . خو دوي داکار ځکه نه کوي چې پاکستان هم خوابدۍ کيږې .او پاکستان ځکه جدي خوابدۍ کيږې چې په همدغوپه اصطلاح انجنيرانو او کار گر انوکې د استخباراتي کسانو کمۍ هم انشا الله نه ليدل کيږي .پاکستان هغه هيواد دۍ چې استخبارات يي غواړي په افغانستان کي چې هر څه تيرېږ ي بايد دوي په خبر وي ،نو دخبر دتر لاسه کولو مرجع او ډير ښه امکانات همدا کسان دي . حتا ماته له افغانستان څخه راغلي ځينو کسانو ويلي چې دهمدوي په مرسته هلته ځيني دترهگرۍ بريدونه تر سره کيږي ، ځکه دا انجينران دپاکستاني کمپنيو لخواپه ټولو مډرنو مخابراتي وسايلو سمبال دې او له بلي خوا دکارگر په نامه ممکن داکسان افغانستان ته راليږل کيږي او بيا دپاکستان اسختبارات يي دلته زموږ په هيواد کي دترهگرۍ دبريدتر سره کولو او لارو ښودلو ته اماده کوي ،ماته زموږ دهيوادوالو خبري ځکه منطقي بريښي چي رښتياهم دا په افغانستان کي قانوني گښت وگذار وسيله ده . که نه نو دا هره ورځ په ځان مرگې بريدونو کې دادومره ترلينگي له کومه سول ؟ ايران هغه هيواد دې چي په تيرو څو لسيزو کې کښي دافغانستان دسياسي او نظامي حالاتو په وړاندي بې طرفه او بي تفاوته نه دۍ پاته سوۍ ،په خپله خاوره کې يې دمذهبي او ژبني اړيکو پر بنيادتنظيمونه او يا گوندونه جوړکړه ، گروپونه يې مسلح او افغانستان ته دجگړې لپارهدا درې لسيزي راوليږل . دهغو ډلو او شخصيتو سره چې دوي دهغو په وسيله په افگانستان کې پخوا هر څه تر سره کول په يقن تر اوسه هم ايراني چارواکي په افغانستان کي دخپل سياسي ژبني او مذهبي نفوذ دساتلو لپاره خپلي ټولې اړيکي ساتلي دي ،دافغانستان په کورنيو چارو کي دايران دماهرانه لاسوهنو بيلگي يو عادي افغان ته هم معولوميږي . په دغه نږدې څلورو کلو کښي زموږ په هيوادکې تر پښتو او سوچه کابلۍ دري ژبي ، ايرانۍ فارسي په دولتي ادارو کي ډيره داستعمال وړ گرځيدلې ده، حتا ځيني سياست وال خو لا بيخې په ايراني فرهنگ پوري ځانونه دومره په افتخار تړه لي بولي چې په ښکاره له ايراني فرهنگ سره خپلو اړيکو په څرگندلووياړي . داچې ايراني اخوندان وتوانيدلاي سوه زموږ داطلاعاتو او کلتور وزارت تر خپل تاثير لاندي راولې پر دغه مسله دبحث په خاطر خو فکر کوم دافغان رون اندو خولې ستړي شوې . ايراني چارواکودفارسي ژبي په اړوندزموږ دهيواد فرهنگي افتخارات او هغه علمي شخصيتونه چې په فارسي ژبه يي څه ليکلي دي او يا يې سر ايران ته ښکاره کړۍ دي دوي ټول دځان گڼلې دی او هغوي ته يي په مرگ ايرانۍ پاسپورټ ورکړۍ دۍ دبيلگې په توگه : سيدجمال الدين افغان ،ابو علي سينا ،بلخي ،فردوسي ابوريحان البيروني او داسي نور په لسهاو عالمان او شاعران . مگر دايران ددغو ټولو فرهنگي تيريو ،لاسوهنو ،علمي او تاريخي اثاروکې دځان په گټه له سره اصلاح راوستلو، او نورو ډول ډول مداخلوباندي سترگي پټيږي چې يادول يې ددې ليکني چې بل څه ته ځانگړي سوې ده په حوسله کې نشته او بيل بحث غواړي ، پر دغوټولو سربيره هغه کميټه چې دکابل دښار پر واټونو ،ميدانونو ،څلورلارو او نوروځايو باندې دنوم ايښودلو لپاره ټاکل سوي ده دايراني واکدارانو چې يوه لهظه يي هم دافغان ولس دښيرازۍ لپاره کوم څه نه دي تر سره کړې تنها ددي لپاره چي ايراني اخوندان اودهغوي څو دگوتو په شمار پلويان دلته په افغانستان کي خوشحاله سي دافغان ولس پر اراده او غوښتنه په پښه ايښودلو سره دخميني په نامه کوم ځاي نومول غواړې . تيره هفته دآزادۍ راډيو په يوه ازاد بحث کي چې په همدي منظور جوړ سوۍ و دکلتور وزارت معين صاحب دخلکو ددغه وړانديز چې ولي زموږ دهيواد پر واټونو دپرديو چارواکو نومونه ايږدي وويل : موږ داکار ددي لپاره کوو چې دوي بل مثل عمل ته متوجه کړو او خبره يي اوږده کړه... موږ په بهر کې کلتوري اتشه لرو هغوي ته مودنده سپارلې چې بهرنې هيوادونه وهڅوي تر څو زموږ دتاريخي او علمي شخصيتو په نامه کوم ځاي ونوموې ، ددوي پر دغه خبره ټولو اوريدونکو طبعي ده چي وخندل . اول کلتوري اتشه ددغه معين صاحب خبري خداي خبر چي ومني ځکه دۍ پر هغو دومره زيات تاثير نه لري ،په هيڅ ديپلوماتيکي دندو کښي داشان وظيفه نشته لکه چې اوس يي دوي په سفارتخانو کښې له کلتوري اتشه وو څخه دسرته رسولو غوښتنه کوي . هغه بايد ددواړو هيوادو تر منځ دفرهنگي اړيکو دپراختيا او نورو فرهنگې مناسباتو دټينگولوچاري پر مخ بوزي . او بلي خوا نور کارونه هر څه خلاص شول دنيا گل گلزار سوه ؟چي اوس زموږ ديپلوماتان په بهر کې دکوڅو په نومولو دبهرنيو هيوادو له چارواکو سره په خبرو لگيادې ؟ زموږ د اولس مطلق اکثريت کار نه لري ، دکور ،روغتيا او اولادو دساتني اوروزني ستونزو دومره راکوچنۍ کړې دې چي لار ځيني ورکه ده په بربنډه په راډيوگانو کي ناري وهې چې مجبور يو دوباره پاکستان اوايران ته پناه يوسو، ولي زموږ دولتي چارواکي پر هر څه سترگي پټوي دښو اوښاديو خبري کوي . دافغان ولس داډول غولونه ده چې القاعده ،پاکستاني ،ايراني استخبارات او طالب جنگيالي په خلاص لاس په ټول هيواد کي هر چيري چې يې زړه وغواړي هر څه تر سره کوي ، په هلمند ،کندهار ،کابل ،مزارشريف ،ننگرهار ،پکتيا، خوست ،پکتيکا ،ارزگان اونورو ولاياتو کي دتروريستي حملې او مخامخ جگړه ايز مقامت يي ښه بيلگې دي . داسي معلوميږي چي خلک نور له دولتي چارواکو نه نارازدي ،ځکه دترهگرو دکړنو دسرته رسولو په مقابل کښي مخالفت نه کوي . که افغا نان ددولت طرفدار اوسې په هغه صورت کښې هيڅ کورنۍ او بهرنۍ ځواک نسي کولاي ترور تر سره کړې او يا مينونه والوزوې . که په امنيتي لحاظ داشان حالت دوام پيدا کړی او خلک له دولت نه نور هم ليري او خوابدي سي پايله يې خرابه او په هغه صورت کښي به ددغو بي امنيتيواو وژنو مسوليت څوک په غاړه واخلې ؟ چې مسله ډير ه راڅخه اوږده نسي ، خبره ديوه افغان مهاجر پر يوه ليک وه چې په www.hazara.com ويب پاڼه کي د((درد دل يک مهاجر)) تر عنوان لاندي خپور سوۍ دۍ او تيره شپه ماولوست . دغه ليک دهڅولم دليکونکي سره په درد کې ځان شريک وبولم او پر ليک يې يوه لنډه تبصيره په پښتو وليکم . د ليک ليکونکۍ په خپل ليک کښې له افغان مهاجرو سره دايراني چارواکو کړونوته گوته نيسي دخپلو سترگوليدلۍ او په خپلو غوږو اوريدلی حال ليکې ، دايراني فتواگرو او داسلام دټيکدارانو له ظلم نه پرده پورته کوي . همدلته غواړم دايراني چاواکو ددوه مخيز سياست په اړوند دخپلو خبروپخلۍ په يوه ټکي کښي له واره وکړم ؛ مادلته په سويډن او دنمارک کښې دزيات شمير هزاره ورونو څخه چې په ايران کښي يې ډير عمر دضرورت په اساس تير کړۍ ودوو مرحلو ( هغه وخت چي شورويان په افغانستان کي وه او بيا کله چې کرزۍ په افغانستان کې حاکم سو) دافغانانو سره دايراني چارواکو دبرخورد په هکله زياتي پوښتني کړې دي ،البته دا هغه څوک دي چې سپيڅلي افغانان دي دوي ته افغانستان دافغانستان په مفهوم گران دۍ ، دوي ځانونه افغانستانيان نه بلکه افغانان بولي اوددې هيواد لويشت لويشت خاوره دځان بولي ، په ټولو تاريخي وياړنو يي وياړي . هغو ي ماته هغه څه ويلي او دهغه ظلمونو او سپکاوۍ قيصي کړي دي چي په پاي کې يي حتمأ ژړه لې دي يعني په ايران کي دافغانانو سره ډير بيرحمانه او دسپکاوي له روحې نه ډک برخور شوۍاو ههمدااوس هم دا حالت روان دۍ . پوښتني مي ځکه دهزاره وطندارانو څخه کړې چې په افغانستان کې تر اوسه ډير زيات داسي فکر کوي چې ټول هزاره ورونه ايرانيانو ته گران دی او پر ټولو هزاره و ايران گران دی ،مگر کله چې انسان ددوي داستانونه انسان واوري پوهيږې چې رښتيا دا ايراني اخوندان لکه دپاکستان او زموږ دهيواد ځيني بنسټپال داسلام دپاک او مقدس نامه څخه ناوړه استفاده کوي او په تشو شعارو او ميان خالي خبرو خلک غولوې . په ايران کښي ددوي سره دبرخورد او کړنو په هکله زموږ ددغه هيوادوال ليک ته ستاسو پاملرنه را اړه وم ، هيله مند يم په اخر کښي قضاوت وکړۍ چي دکوم ايراني واکدار په نامه کومه جاده يا واټ ونومول سې او که نه ؟ ددي لپاره چي ليکنه اوږده نسي ماددغه ليک اساسي ځايونه دلته را اخيستي دي ، تاسو کولاي شۍ مکمل ليک په خپره سوي پاڼه کې مطالعه کړۍ . درد دل يک مهاجر این نوشته در وا قع درد دل ملت مهاجر و دور از وطن میباشد و در نوع خود بنحوی زجر دهنده و آزار دهنده است که هر انسان آزادیخواه و بشر دوستی را متاثر میسازد. آنهم در کشوری که همیشه ادعای ام القرای اسلامی را دعوای دارد و مدافع جبهه اسلام و مسلمین در سر تا سر جهان است . و کوچکترین ظلمی که علیهه مسلمانان مالز یا ئی میشود یا چند فلسطینی ویا مسئله حجاب در مدارس فرانسه ویا مسجد بابری در هند و?هزاران نمونه های که ریزو ودرشت که فوراً از رسانه های خبری ایران به چند زبان ودر بخشهای خبری متعددنشر میشود . روزی چند بار منعکس میشود، و هر کس نداند فکر میکند کشوری به این دلسوزی و شفقت و انسان دوستی و نوع پرست کم یافت می شود، که علیرغم داشتن مشکلات فراوان در داخل و در سطح روابط بین المللی بر مواضع انسان دوستی و بشر دوستانه اش همچنان پای میفشارد و فوراً اعلان مو ضع میکند. وا شگفتا که این دولت مردان ونوع پرستان ظاهراً سیا ست یک بام و دو هوا را سر لوحه امور قرار داده و بشر از نوع افغانستانی را در قلمرو هیچ یک از ملا طفات انسانی و اسلا می خود دا خل نمیداند . ورویه های این بشر وا مانده از همه جا رو میدارد با کمال تاسف چنان رقت بار و غمناک است که قلم را گویای آن نیست . باری در کشوری که آزادی بیان و مطبوعات و دموکراسی با شدید ترین مجازات ها روبروست و کاستی ها و خواسته های خود مردمش را مطبوعات حق طبع و نشر ندارد طبیعی مینماید که اندک مهاجر بدون پشتی بان و پشتوانه روزگارش چگونه خواهد بود. داوطندار دايران دهغو دولتي چارواکو دکړنو نه پرده پورته کوي چې له يوې خوا دافغانانو سره د اخوت نارې سوې وهې او له بلي خوا ځانونه په ټوله نړۍ کې داسلام يوازني مدافعان بولې ،او نړۍ اسلامي جهاد ته رابولي ،هغه ليکې : شمه ای از سیه روزی های مهاجرین را اگر بگویم از آنجا اغاز میشود که : صدها و صدها بی عدالتی دردادگاههای ایران علیه مهاجرین روا داشته وزمانی که مظلومی در دادگاههای ایران برده شود. در اول از وضع اقامت وی سوال میشود که اگر ان مهاجر نگونسار کارت نداشته باشد. دعوای وی اصلا شنیده نمیشود و تو صیه میشود که چون تو حق اقا مت در ایران را نداشتی پس جان و مالت قانوناً در پناه قانون ایران نیست . دادۍ ايرانۍ انصاف او عدالت ايا يو څوک او دهغه شخصي ملکيت ديوه عادي سند په نه درلودلوسره بايددهر ډول تعرض دخطر سره مخامخ سي ؟ دغه ډول چلند ته دانسان حقوقو ته درناوۍ ويلاي سو؟ اياپه اسلام کې دا ډول ظالمانه تيرۍ اوبې گناه انسان ربړونه جوازلري؟ هغه څوک چې په کلو کلو يي خولې توي کړی او څو غرانه يي لاسته راوړي دي که ددوي دخوښي سندونه لري او يا هغه ځيني ورک سوی وي يا کله کله يې پوليس عمدأ څيري په هغه صورت کې هر څوک کولاي سي دا بيچاره دخپل مال نه محروم کړې ؟ ... نمونه دیگر همین کسانی که از بخت بد در معرض دستگیری های نیروی انتظامی قرار میگیرند گاهی حتا باوجود داشتن کارت معتبر واقعاً بشکل یک حیوان با این جماعت برخورد میشود ازاذیت وآزارگرفته تا انجام بدترین کار و اعمال شاقه را در بر میگیرد . در این مسیر تا اردو گاه ورد مرز کردن فشارها و شکنجه و توحش بحدی میرسد که بسیار کسان از بین رفته اند و بسیاری دیگر با معلولیت جسمی و رو حی دست به گریبانند . زموږ په هيواد کې دايراني دولتي چارواکووله دوستانوڅخه ولي څوک پوښته نه کوې چې ولي افغان ددوي دظلم او ستم په نتيجه کې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوي ؟؟؟ فراموش نباید کرد ای ملت رنج کشیده که در دوران مهاجرت چه گذشت . در اردوگاه سنگ سفید مشهد حدود 9 سال پیشمردمانی در بند و اسیر در گرمای طاقت فر سای آن منطقه وقتیکه بیداد گری به اوج رسید و هر کس که از هر کجا دستگیر میشد به سه الی چهار ماه نگهداری (زندانی با اعمال شاقه) میشد به تنگ آمده بودند و بقول خود شان : مرگ از زنده گی بهتر بود. و بسیاری از آنها مریض شده و مردند. در آخرین اقدام شبانه دست به فرار زدند وبه سمت مرزهای شرقی متواری شدند که دژخیمان رژبمبا نیروی انتظامی از هوا وزمین همانند مقابله با یک حمله نظامی بر این مهاجرین فراری دور از وطن یورش برده و جمع کثیری (1000) نفررا بکام مرگ فرستادند. ايا دا جنايت او دبشر پر حقوقو بربنډ تيرۍ نه بولۍ؟ ... بقول چندین نفر که از مهلکه جان سالم بدر برده بودند مزدوران رژیم جنازه های هموطنان ما را در گورهای دسته جمعی انداخته وروی خاکشان را هم لنگر برده اند و بعد از آن سرک آسفالت درست نموده اند. و زمانی که سازمان ملل برای باز دید آمدند از گورها و جنازه ها اثری نیافتند و حتا گزارش به مجامع جهانی هم نشد و این داغی بود بردل تفتیده ما مردم . وړانديزمي دادۍ چي دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت بايد دملي دندي په توگه ددغه ليک ليکونکۍ پيداکړي ، دهغه او نورهغو افغانانو په مرسته چې په ايران کې ددغو ډله ايزو قبرونواو داسي ورته حوادثو په هکله معلومات لري ،دملگرو ملتو دسازمان ،او نورو نړيوالو سازمانو په مرسته کيداي سي داقبرونه پيدا او وسپړل سي ، دافغانانوداډول ډله ايزقبرونه چې په ايران کې دخلکو دمعلاماتو او قيصو له مخي ډير دي بايد تثبيت او تر سپړلو وروسته دپاته سوو هډکو څخه يې دايراني اخوندانو دظلمونودياد په نامه په کابل اوهرات کښي هديره جوړه سي دا به دهغه چا هديره وي چې دخپل هيواد نه بهر دپرديو واکدارو دوحشيانه برخوردونو قرباني سوي دي . ددوي پر مزار به هرافغان دگلوگيډۍ ږدې . ...نمونه دیگردر سال 75 زمانی که اداره کار ایران تصویب کرد که خارجی (افغانستانی) حق کار ندارد .... قشر عظیمی از مهماجرین بیکار ودرمانده شدند. خانه نشین شدند آنهم در عالم مهاجرت بدون در آمد زنده گی چگونه ممکن است ? جمعی از دردمندان و دانشجویان تصمیم گرفتند جهت جلب توجه اذهان جهانیان و مدافعین حقوق بشر و کمیساریای عالی ملل متحد در امور مهاجرین . در مقر ساختمان مرکزی آن سازمان دست به تجمع بزنند تا بلکه بذل عنایتی شود و توجهی صورت گیرد. که کما فی السابق دژخیمان رژیم باچوب و چماق وبا لباسهای شخصی همه را دستگیر و روانه زندان کردند. نگارنده که خود از شرکت کنندگان می باشد..... نیز داخل مینی بوس بردندو در پسگاه آمدیم مشاهده کردیم که جمع کثیری اینجا در آفتاب سوزان پشت بدیوار نشانده بودند ومارا هم در کنار آنها جادادند. ودر جمع ما چندین زن نیز بودند. پس مارادر بازداشتگاه (داخله) انتقال دادند. ودرآن زیر زمین دو شب نگهداشتند. و بعد ازآن مارا دادگاهی نمودند. وقتیکه در داخل دادگاه بردند هیچ کسی از ما سوال نکردند که جرم تان چیست؟ فقط ورقهای از قبل تهیه شده را به امضای ما رساندند. وبما هشدار دادندکه بگوئید ما در اثر نداشتن مدرک اقامتی دستگیر وزندانی شده ایم ودر صورت اعتراض باما برخورد میشد. لذا از قبل جرم مامعلوم ومجازات آن نیز معلوم بود. ودادگاه فرما یشی آن هم فقط جنبه نمایش داشت . افسوس و صد افسوس که مهاجر درد مندما از آنجاصدایشان بهیچ کجا نمی رسد و در نطفه خفه میشود . واکنون در پرده نمایش د یگر درام غم انگیز علی رغم توافقنامه سه جانبه از سوی سازمان ملل. دفتر اموراتباع خارجه ایران ووزارت مهاجرین و عودت کنندگان افغانستان مبنی بر اجازه اقامت تا پایان 1383 به مهاجرین باقیمانده باز رژیم متعصب و نژاد پرست پای برهمه حقوق مسلم شهری و اسلامی نهاده و ورق سیا هی بر عملکرد خود افزوده و بی شرمی را به اکمال رسانده و آن جلوگیری عملی از تحصیل مهاجیرین مقیم آن کشور نموده . ودر چهره دیگرش وعده کمک (500) میلیون دلاری را به باز سازی افغانستان داده است . شما خود قضاوت کنید. آیا کدام بظاهر دوست و دلسوز چنین کاری میکند، ودرواقع تطبیق کامل واژه استعما ر است . از یک طرف آینده سازان ما را بیسواد و جا هل تحویل جامعه میدهند و از طرف دیگر بدست شان بیسکویت و پفک بدهد....ما در اینجا اعلان میکنیم که دولت ایران یاباید از شعارها ی جهان فریب و دروغین خود دست بردارد و آنگاه راه قساوت وخصومت را در پیشگیرد ویا با پای بندی به اصول اولیه حقوق بشر. حیثیت و شخصیت مهاجرین را بیش از این به بازی نگرفته و تا پایان تعهدات خویشکه با دولت افغانستان و کمیساری عالی ملل متحد به امضا رسانده از اذیت. آزار وجلو گیری ...واز زرع تخم کینه و خصومت دست بردارد. آیا این سزاوار است که کشوری با همسایگانش چنین رفتار خالی از انسانیت بخرچ دهد. توقع روابط حسنه با دو لت افغانستان را داشته باشد. .. در گزشته که ما صاحب دو لت و حکو مت نبودیم طبعا از هیچ جائی صدای اعتراض و پشتیبانی بلند نمیشد و توقعی هم نبود ولی اکنونباید مسئولین مربوطه و دولت مردان این مشکل تراشی را از دولت ایران باز خواست و خواهان توضیح شوند. والا در هر کوشه جهان روز بروز بیشتر و بیشتر شهر وندان افغانستان مورد ظلم و تعدی قرار خواهندگردد.علی- امیری اوس تاسو قضاوت وکړۍ چې ايراني اخوندان دافغانانو سره څومره مينه لرې او څومره علاقه لري چې زموږ هيواد له اوسنيو بد مرغيو نه خلاص شي . همدا اوس هم نږدې يو ميليون افغان کډوال هلته داشان دتحقير او توهين شپي او ورځي تيروي خو زموږ ښاغلي چارواکي بيا ددوي په نامه واټونه نوموې . دافغانستان دولتي اداره يوازي په هيواد کې دننه دافغانانو دژوند دټولو اړخو په هکله مسؤليت نه لري په بهر کې هم دهر افغان په وړاندي داشان مسوليت لري چې متاسفانه دبهرنيانو دخوښي په خاطر دجلا وطنه افغان سره چي په ايران او پاکستان او يابل هر هيواد کې هر ظلم او نارواکيږي دوي غوږونه کاڼه اچوې او هر څه پر پخوا نيو حالاتو تاوانوي . متاسفانه اوس هر څه هير سوې دي ټول په دې فکر کښي دي چې څنگه دځان چاره وکړې ،دسباورځي غم وخورې او خپل خپلوان ددولتي امکاناتو څخه په استفادې سره تر دولتي لوړو مقامو ورسوې ،جالبه داده چې دځينو جگپوړو چارواکو خپلوان دولتي څوکۍ نه لري ولي امر يي هر چيري چليږي او دټولو ادارو کارمندان يي ناز اخلې ،دا ډول سو استفاده دلومړۍ ځل لپاره په دغو څلوروکلو کې را رواج وموند . افغانان حق لري دا پو ښتنه وکړي چې محترمو څنگه دمنلو وړده چې پاکستانيان او ايرانيان زموږ په هيواد کې دعزت خاوندان دی، ولي دوي په خپلو هيوادو کې شپه او ورځ په خپل ټول توان او طاقت دافغانو کډوالو دسپکاوۍ لپاره مټي رانغښتي دې ،او ددغو هيوادو زندانونه بيله کوم جرم او محکمې په افغانانو ډک دي . دلته دې هغه چارواکي چي دنوروپه نومو واټونه ياوي له پاکستان او ايران څخه دبل مثل کړونو غوښتنه ديوه سکرتر په سطحه نه بلکه ددولت په کچه وکړي تر څو دافغان عزت ديوه انسان په توگه هر چيري خوندي وساتل شې . دبشر دحقوقو دنړيوالي اعلاميې او نورو بشري قوانينو په اساس افغانان دا حق لري دافغانستان دحکومت څخه لومړي او په دوهمه درجه دملگرو ملتو دسازمان څخه په همسايه هيوادو کښي ددوي سره دسپک او غير انساني چال چلندپه خاطر دحقوقو داعادې غوښتنه وکړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تخصيص", "output": "ګرانو دوستانو په لنډ متن کي تر معين وخت پوري څه مه ليکی هغه د خپل تخلص په اوريدو ډير خوشحاله كيده نو له همدې كبله به رئيس صيب ته كله كله د خپل نوم په ځاى تخلص په كار وړل كيده. دا دى دقيقي صيب ويې ګوره، ستاسو امضا ته اړتيا لري، د پرونۍ ورځې د خريدارۍ اسناد دي. رئيس صيب چې د قيقي يې تخلص كاوه د خپلو عينكو له كونجونو څخه په رډه رډه د دفتر پياده حفيظ ته وكتل او ويې ويل: حفیظ جانه دلته يې كښيږده او بيا لږ وروسته پسې راشه. حفيظ چې څو ګامه مخكې لاړ نو رئيس پرې نارې كړې: دلته راشه يوه خبره درته كوم خو ګوره چې څوك در څخه خبر نه شي او له دې سره سم يې د خپلو چورتونو يوې ژورې نړۍ ته پناه ويوړه او د څو لحظو لپاره چوپ وو. حفيظ ورته وويل رئيس صيب ماته مو څه ويل؟ نه نه ته اوس لاړ شه بيا به خبرې كوو. په همداسې چورتونو او فكرونو كې ډوب وو او له ځان سره يې د خيال په ژبه وويل: خانه دې خرابه شه دقيقي پلار دې رئيس وو؟ نيكه دې رئيس تير شوى وو؟ حتى په كورنۍ او كلې كې دې رئيس نه دى تير شوى دا څه په بلا واوښتم. بيا يې خپل ځان ته د ډاډ په ژبه وويل خير دى بلد به شم او په چل او ول كې به لدې چالاكانو څخه هرڅه زده كړم، هيڅوك د مور په نس كې چوكۍ ته نه دي رسيدلي يا خبره دا ده چې ماته به هم نه وي معلوم البته ټول رئيسان به په دې ډول وي، خو نوش جان دقيقي تا د خداى په لاره كې جهاد او مقاومت كړى دى، خير دى د همدې بركت دى چې دې چوكۍ ته يې را و رسولې لدې خبرې سره موسكى شو او ويې ويل: ته او رياست؟ . د هغه ورځې په سبا حفيظ بيا كومه عريضه ورته رواړه او هغه موضوع پكې ياده شوې وه چې رئيس يې د سوچونو دريا ته ور وړاندې كړى وو نه پوهيده چې په څه ډول يې ځواب كړي خو حواس يې له لاسه ور نه كړل او حفيظ ته يې وويل: دلته يې زما په ميز كښيږده خو ګوره هلكه حفيظ جانه د كار سړى راته ښكارې له تا سره مې څه كار شته. حفيظ وويل: په سترګو رئيس صيب هر خدمت چې وي په يوه منډه به يې تر سره كړم، غلام دې حاضر دى. رئيس صيب بيا هم ورته وويل: ته اوس رخصت يې بيا به بل وخت سره ګورو. حفيظ سر د احترام په توګه كښته كړ لاس يې خپل نامه ته ويوړل او په منډه د رئيس له دفتر څخه ووت. دا ځل حفيظ له ځان سره د حال په ژبه وويل ياره چې تا به دې څه كوي؟ حتما څه ټكه را لويدلې ده خو كله كله به يې په زړه كې هيله را پيدا شوه چې شايد تنخوا به يې لوړه او په امتيازاتو به يې وپالي. خو زياتره وخت به يې په زړه داسې غڼه ګډه شوه چې ياره له دفتر څخه دې و نه باسي چې دومره په ټينګار سره هره ورځ د ليدنې بلنه دركوي او بيا هيڅ نه درته وايي. حفيظ بچيم همدغه دفتر ستا د ژوند سره، سپين او يوازينۍ هيله ده چې خپلو اولادونو ته يوه ګوله مړۍ پيدا كوې.خو له دې سره سره يې له ځان سره وويل چې نه حفيظ بچيم داسې يو كار خو دې په لنډ وخت كې نه دى كړى چې د رئيس بدګماني درباندې راغلې وي، توكل په خداى، يا باى يا برد، حفيظ بچيم فكر مه كوه. رئيس صيب به چې كله دفتر ته راغى نو د نيم ساعت لپاره به يې ځان د هغه تشناب په هنداره كې سماوه چې د غلا شوې هندارې په ځاى د رئيس صيب د ځانګړي هدايت په اساس نصب او يوه نيم زاله ږمنځ يې مخې ته ايښودل شوې او په داسې يوه كلپ شوي تشناب كې ساتل كيده چې رئيس د خپل ځان لپاره ځانګړى كړى وو. خپله هغه لنډه او زيږه ږيره به يې څوځلې د ږمنځ له غاښونو اخوا ديخوا را تيره كړه چې په تورو نيكريزو به يې رنګ كړې وه خو د ويښتانو له بيخونو څخه د مصنوعي توروالې نښې له ورايه ښكاريدې او كله كله خو داسې هم پيښيده چې د خپلو غوږونو څنډې ترې د رنګولو په وخت د وارخطايۍ له كبله همداسې تورې پاتې شي. رئيس صيب به د خپل راتګ سره سم د خپلو مصنوعي غاښونو د زامو اسكليټ هم په يوه داسې ځانګړې پياله كې ځاى په ځاى كړ چې تر مورګو به له اوبو ډكه وه. كله كله به يې پكول د ميز په سر ايښى وو خو زياتره وخت به يې له دې كبله په سر كاوه چې د سر ويښتان يې تللي او د رئيس صيب ستونزه په دې كې وه چې د سر په پوستكي يې څو سپين ټاپي را برسيره او نوموړي ته يې د خپل سر د لوڅولو اجازه نه وركوله. د رئيس صيب بله ستونزه دا وه چې د خپل جهاد او مقاومت د رواج له مخې به يې يو برګ دسمال د دريشۍ د كورتۍ په ولو پروت وو چې د دفتر د ماحول سره يې هيڅ اړخ نه لګاوه خو رئيس صيب ددې لپاره چې خپلو هدفونو او سنګري ملګرو ته ځان وفادار و ښيي نوموړى كار به يې كاوه. بل دا چې د دسمال راز په دې كې وو چې كه چيرې دسمال نه واى نو له پخوانيو مامورينو سره به يې توپير نه كيده او د خپلو هيلو په تر سره كولو كې به پاتې راغلى واى. اصلا رئيس د لعنتي دسمال څخه ښه په تنګ وو او څو وارې يې له ځان سره تصميم نيولى وو چې بل ځل به يې دفتر ته نه ورسره راوړي خو كه حقيقت ته ځير شو نو همدغه دسمال وو چې د رئيس د زياتو كارونو رازونه پكې نغښتي وو. رئيس صيب له ډير وخت وروسته له ځان سره تصميم نيولى وو چې ياره دقيقي تر څو به خبره پټه ساتې دومره څه خو خداى تاته نه دي درښودلي او نه دومره نر يې چې كوم كتاب متاب پسې وګورې يا په يوه اخبار او مجله كې مالومات ځان ته پيدا كړې. نه نه ستا سره يوازې حفيظ په دې باره كې مرسته كولى شي، ټينګ يې كړه، حال ځنې واخله ګوندې وي چې چاته و نه وايي. حفيظ جان نن بيا د يوې كودې كاغذونو او عرايضو سره يو ځاى د رئيس دفتر ته راغى او تر سلام وروسته يې وويل: رئيس صيب پوهيږم چې كار زښته زيات او تاسو هم ډير ستړي شوي ياست خو څه وكړم كه دا كارونه د يوې ورځې څخه بلې ته پاتې شي نو يوه ورځ يې شايد چې وزير صيب پوښتنه وكړي. رئيس صيب پخپل پكول او ږيره باندې له سره ګوتې ووهلې او ويې ويل: را يې وړه په قصه كې يې مه اوسيږه حفيظ جانه چې زه او ته ژوندي وو هر څه به سم شي دلته يې د ميز په سر كښيږده. كاغذونه كښيښودل شول او رئيس صيب څو پاڼې يوې خوا او بلې خوا ته واړولې او يوه دوې پاڼې د حفيظ له خوا ورته ولوستل شوې چې بيا هم ناحل شوې موضوع پكې تكرار شوه. رئيس چې كله د هغه موضوع په هكله خبره واوريده نو ويې ويل: بس كړه، سر دې راته په درد كړ، دا څه په كړتو اخته يې، راشه او دلته مې تر څنګ كښينه. حفيظ زړه نازړه د رئيس صيب تر څنګ كښيناست او په ډيره ناهيلۍ يې ورته وويل: رئيس صيب څه شوي دي؟ زما څخه خو به كومه خطايي يا ګناه نه وي شوې چې هغه بله ورځ دې هم را وغوښتم، زه خو ستاسو د سر خير غواړم، تخت او بخت مو تل لوړ شه، زه خو خپل كارونه په خپل وخت سر ته رسوم. پوهيږم حفيظ بچيم، نه نه بيغمه شه، خبره په دې كې نه ده لكه ته چې فكر كوې. بيا چوپ شو او د چورت په ژبه يې له ځان سره وويل: خانه خرابه دقيقي دا څه كانه در وشوه اوس نو له پياده ګانو څخه پوښتنې ته اړ شوې؟ په دې وخت كې يوه نسبتا اوږده چوپتيا خوره شوه چې حفيظ په خبرو راغى او و يې ويل: رئيس صيب څه خبره ده؟ دا ډير وخت كيږي چې داسې چورتي غوندي مالوميږې كه ګناه په ما كې وي نو په ښكاره يې راته ووايه او كه بله داسې خبره هم وي چې زما دمرستې اړتيا وي نو زه حاضر يم چې كمك درسره وكړم. رئيس صيب وويل: ګوره حفيظ جان بچيم ته خو خپل سړى يې او ټول راز مو سره ګډ دى او لدې سره سم يې په هغه موضوع يې ګوته كيښوده چې د رئيس صيب اعصاب يې نا آرام كړي وو او له حفيظ څخه يې د هغه د توضيح غوښتنه وكړه. رئيس صيب دا خو آسانه خبره ده وا دې وريدل. د رئيس تندۍ وغوړيد او شاته په خپله زړه چوكۍ كې دومره كوږ شو چې پكول يې له سره ولويد او و يې ويل: حفيظ جانه په مور او پلار دې آفرين وروسته لدې زما او ستا كلكه ملګري شوه، عريضه دې راوړه چې د حواله جاتو مامور دې كړم. كله چې حفيظ په خوښۍ له دفتر څخه ووت نو رئيس خپل سر څو ځلې ښۍ او كيڼې خوا ته و ښوراوه چې څنګه يې هغه وړاندې ورځې د دفتر يوې ښځې ته د خپلو اړوندو كارونو د بودجې د تخصيص د پوښتنې په ځواب كې ويلي وو: (تيره شه خبيثې تخصيص په اسلام كې ناروا دى)."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاپيسا کې ٢ تنه وسله وال وژل شوي", "output": "د کاپيسا والى له بينوا سره ومنله چې په يو وسله وال بريد کې ٢تنه وسله وال مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . د والى په وينانښته هغه مهال نن رامينځ ته شوه چې د بيا� �غاونې د ډلې ځواکونه چې د محمود راقي د سړک جوړولو له کار څخه يې ليدنه کوله تر يو وسله وال بريد لاندې راغلل .دده په وينا په بريد کې د ائيتلاف ځواکونو ته زيان نه دي رسيدلى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایا دکرزی اوطالیانوترمنځ جوړجاړی کیدای سی ؟", "output": "ایا دکرزی اوطالیانوترمنځ جوړجاړی کیدای سی ؟ دکله نه چی دکرزی دولت جوړسو په هغه ورځ ددی ضرورت وچی باید دطالیبانواوحزب اسلامی دم شرسره مشوره اوخبری سوی وای اودوی اضطراری لوی جرګی ته دعوت سوی وای په داسی حال کی چی داخبره په یوه مجلس کی دموقتی اداری دپوهنی وزیرښاغلی پروفیسر رسول امین په یوه مجلس کی وکرزی ته وکړه چی باید دواړولوریوته دعوت ورکول سی قومی مشران اوعلما ورولیږل سی اودهغوی رضاییت ترلاسه کړی کرزی په جواب کی ورته وویل چی ته ما دشمال دتلوالی سره په بدی اخته کوی ددی خبری دلومړی ورځی نهضرورت وچی باید داکارسوی وای نه به دومره م شکلات منځ ته راتله اونه به خلګ وژل کیده اونه به دومره مصارف کیده خودولسمشرکرزی یوغټ مشکل دادی چی هغه یوکارډیرناوخته کوی اوهغه خبری خپل اهمیت دلاسه ورکړی وی تاسی وګوری داځلورکاله کیږی خلګوناری سوری وهلی چی باید په کابینه اووالیانوکی بدلون راسی خووعدی کیدی عمل نه کیدی خبره داده چی ددی بدلون هغه وخت تش څرګ و� �یګیدی چی افغانستان په ملی اونړیوال سطحه کرز ی اودولت دواړه بدنام سوه اوددولت دناکامی بوی نړی پرس� �واخیسته اوس کرزی صاحب راویښ سوه نواوس چی دسعودی دپاچا په منځګریتوب داپروسه مخ ته راغله امریکا اوناتویی هم ځه ناځه ملاتړکړیدی ډیر ښه زیری دی دخلګوارمان دی خوخبره داده چی دخلګو تشویش دادی چی کرزی صاحب اوس بیا داخبره دنوروکاروپه شان تروخت تیروی اونوری خرابی ته افغانستان ننه باسی بیا دګاونډی هیوادو اوددوی دمزدورانو لاسونه خبری ته ورایله کوی دلته دوی لاری دی چی کیدای سی افغانستان له بدمرغی وزغو� �ی &nb; sp; اول ددولت خزب اسلامی اوطالیبان دواړه باید ډیروزړسواندوپوه اوبی طرفه افغانانوته اخیتارورکړی ترځوهغوی ددواړولوریوغوښتنی راټولی کړی هغه وځیړی دحل لاری ورته وسنجوی اویوی لوی جرګی ته یی وړاند کړی چی ترځوپردواړولوریوفشارراوړل سی قناعت ورکول سی چی دقدرت ترلیونتو ب دی تیرسی دافغانستان دمظلوم ولس ناخوالی اوستړیاوی دی په نظرکی ونیول سی اوملی ګټوته دواړه خواوی متوجه سی که دوی په رښتیاجوړه غواړی اویا خدای ملت خاوراوتاریخ ته مسولیت لری .یوه موقته اداره دی دلوی جرګی دخواجوړه سی اوټولټاکنوته دی و� �اړسی ټولی خواوی دی خپل زوراوقدرت دملت په اراده کی وښیی . دوهمه لاره داده چی نړیواله ټولنه اودسعودی عربستان پاچا دی دخپل نفوذنه کارواخلی دناتودقواوپه عوض دی اسلامی فوجونه افغانستان ته راولیږی م صارف دی اسلامی اوغیراسلامی دولتونه په غاړه واخلی دیوه بین المللی کنفرانس دلاری دیوه نړیوال تړون � �ه مخی موقته مطلقه بی طرفه اومسلکی اداره ددوکالودپاره جوړه کړی دټولوخواونه دی توپکان واخلی ترځوټول انتخاباتوکی سره کښینی اوخپل برخه لیک وټاکی . ددی دواړه دپاره باید افغانان اونړیواله اواسلامی ټو� �نه ګډی هلی ځلی وکړی که چی دانه وی نوبیاخوهیسی دوخت تیرول دی همداجګړ ی به وی همدا سرغوځونی اوړانده بمبا� �ونه به وی اوډیرزربه ددی اورلمبی نوری هم خپری سی اونورمشکلات به به رراوزیږوی که ځه هم اوس نه طالیبان اونه هم دکرزی دولت په خلګو کی نفوس رلری خودمجبوریته شهوخوربولی طالیبان خولااقل دومره کولای سی په زوریايه رزا کلوکی ځی راځی اویوځوتنه یی دتحریک دپاره ځانونه وژنی دکرزی خلګ اومامورین خواوس خپل کلی اوکورته هم نسی تلای ملت ددواړونه په حقیقت کی خفه دی خواوس دواړه دپردوپرډالرواوتوپکوسپاره دی بیچاره ملت یی ګریوګان نیولی دی دک� �زی &nbs; p; & nbsp; &nbs; p; & nbsp; &nbs; p; اوطا� �یبانومخامخ خبری اوس ځکه مشکلات لری چی دوی په زروخلګ سره وژلی اویودبل سره داعتماد حلقه یی ډیره کمزوری سویده دبلی خواهم دکرزی دولت اوهم طالیبان په شکل داشکالو دګاونډیانوپه لوموکی بندی دی نه سی کولای ځان په اسانی سره وژغوری اونه هم پسله دی دومره مرګونویوپه بل اعتمادکولای سی څکه کرزی دخپل قدرت دلومړی ورځی په اعلان کی عمومی عفوه اعلان کړه خوځوورڅی نه وی تیری سوی چی دکرزی استخباراتی اودولتی کړی کورپه کور په طا� �یبانوپسی ننه وتی ه دچانه یی پیسی غوښتی ځوک دشخصی عقدوپه اساس زندانو بګرام کندهار اوکانتیناموته لیږ� � دجا دکورونه توپک اوپسی اونورشیان راایستل نواوس تربخوا لافاصله زرچنده زیاته سویده اودواړی خواوی په وینوککړی دی ددی ستونځی اسانه لاری همدادی چی پورته ذکرسوی خوکه چیری ددی دباره دهرځومره دینی عالمانو � �ومی مشرانواوروشنفکرانوضرورت وی کیدای سی ډیرژردبروسی سره مرسته وسی ځکه په دی هکله زړسواندوافغانانویوځل دجرمنی په هامبورک کی هځه وکړه خودکرزی دولت دهغه مخالفت وکړی هغوی دومره مالومات هم نه درلودی چی دهامبورک کنفرانس دافغانستا ن دمشکل دحل دپاره دی که دکوم شخص دانتخاباتی کمپاین دپاره اوبیا ددی مسلی په هکله انجنیر محمدنعیم مجروح صاحب دارادی دورځپانی سره اوږده مصاحبه کړی اودری کاله کیږی چی دشما ل جنوب شرق اوغرب اکثره بی طرفه ملی مشران دینی عالمان اوروشنفکران په جریان کی دی اوبخپله ددولتی ارکانوسره خاصتا ښاغلی داکترفاروق وردګ سره اودبلخ والی استاعطامحمد نورسره اوږده تماسونه اومشوری ترسره سوید ی خوترکومه ځایه چی مالومیده ټول هغه افغانان چی داوطن اوخلګ دځان بولی اوځان ددی خاوری بچی بولی کاملا امادسویوه ولی دولتی ارکانونه ددی خبری يا په اهمیت نه پوهیده یا بی اخیتاره وه ځکه دی خبری ډیروخت واخیست ددولت یوه لوړپوړی چارواکی دسولی دپروسی دپرمخ وړولویوه هیت ته وویل چی دکرزی صاحب زهنیت دسولی په باره چی کوم تلاښونه روان دی ځینوکړیوداسی خراب کړی و چی وه نه غوښتل داسی یوه کنفرانس ته خلګ ولاړسی چی ټول مصارف یی ملی تجارانوپه غاړه اخيستی وه اوهدف یی جوړه روغه وه ددولت بل مشکل دادی چی دادډیروخګولونه چی په ټولنه کی بیخی ځای نه لری جوړسویدی داهرځوکولی په دی پوهیږی چی که دلته جوړه راسی دلته امن راسی دوی ځای نه لری ځکه ددوی اصلی دنده داده چی دخپلوخ� �ګواوخبل ملت په وړاندی دکرزی ذهینت ورخراب کړی یوځل بیا ټولوهغوافغانانوته چی پرګران افغانستان اوملی ناموس یی خوابدیږی ټولوهغومشرانوته چی بردی ملت یی زړه سوځی بیا ید لاسونه سره ورکړی اوددی اورودوژلودپاره هری قربانی ته ځان چمتوکړی داجګړه داسی جګړه نه ده چی دیوه قوم یوه کلی په ګټه اودبل په ضررده داوربه دټولوږ یری اوبریتونه سوځی نوراسی چی خپلی نظریی اوتجربی خپل وس سره شریک کړو دیوځوکسانودقدرت لینتوب ته اهمیت و� �نکړو خپل خلګ اوخپل ولس وژغورو اودااورپه ګډه مړکړو . وسلام ---- کابل ----افغانستان حاجی مهاجر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دآلمان صدراعظم دسولي دنوبل وجايزې ته و نومول سو", "output": "دناروي په پلازمينه اوسلو کې دنوبل انستيتو ت دآلمان صدراعظم ګرهارد شرودر د ٢٠٠٥ کال د سولي دنوبل دناروي په پلازمينه اوسلو کې دنوبل انستيتو ت دآلمان صدراعظم ګرهارد شرودر د ٢٠٠٥ کال د سولي دنوبل د جايزې د نامزد په توګه نومولی دی . يوې انترنيتي شبکې د آلمان د خبر ي آژانس د قوله نن ويلي دي چې ددې جايزې د ګټلو دپاره ١٦٥ تنه او٣٣ سازمانونه دشرودر سره يوځاي ځانونه کانديد کړی دي . خبر زياتوي چې د سولي د نوبل د جايزې کميټه به د اکتوبر پر١٤ مه ( د لړم ٢٢ مه) ددې جايزې وروستۍ ګټونکی اعلان کړي . ښاغلي ګونتر ګراس چې پخپله ليکوال او د ادبياتو په برخه کې د نوبل د جايزې ګټونکی دی دسولي د نوبل د جايزې و کمېټې ته يې ښاغلي شرودر معرفي کړی دی څو دسږ کال دغه بااعتباره نړيواله دسولي جايزه دي وهغه ته د عراق د جګړې سره د مخالفت په خاطر ورکول سي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناټو په كندهار كي دوه لارويان ټپيان كړه", "output": "يوه عيني شاهد بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي نن سهار ناټو ځواكونو د كندهار د سنځري په سيمه كي پر ولسي كسانو ډزي وكړې چي له امله يې دوه تنه ټپيان سوه، دغه كس چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي وويل چي ټپيان يې د كندهار الهادي روغتون ته د درملني دپاره راوړي دي، خو د روغتون مسولينو د زخمونو د سخت والي له امله جواب وركړ چي اوس يې د كندهار ميرويس روغتون ته وړي. ناټو ځواكونو لا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى، چي پر يادو سويو كسانو يې ولي ډزي كړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف احمدي: په ارزګان کې مو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولي", "output": "نتکۍ د طالبانو منسوب ویاند قاري یوسف احمدي د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې نن یې د ارزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ په پوټي کلا سیمه کې د بهرنیو ځواکنو په کتار د ماین چاودنه کړي چې په دغه چاودنه کې یې یو ټانک او پینځه بهرني سرتیري وژلي دي.که څه هم دولتي ځواکونو تر اوسه په دې باب خپل نظر نه دی ورکړی خو قاري یوسف د احمدې ولسوالۍ د مزار په کلي کې هم د اوو بهرنیانو د وژل کیدو خبر خپور کړی دی.په همدې حال کې په ارزګان کې د بهرنیو سرتیرو د و� �وستیو عملیاتو پر مهال د ۱۸ کسانو د نیول کیدو په غبرګون کې نن د ترینکوټ ښار د لاریون شاهد وو.لاریون کونکو د ایساف سرتیرو له خوا نیول شوي افغانان بي ګناه ښودل او د هغوي د عاجل خلاصون غوښتنه یې کوله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انټرنيټ،گلوبلاېزېشن، مطبوعات، او موږ (هاري)", "output": "انټرنيټ،گلوبلاېزېشن ، مطبوعات،او موږ نن سبا، د انټرنيټ،سيلفون، فکس، سمدستي الکټرونيکي اړيکو او شبکو، نړيوال جال او تړاو، او لنډه دا چي د گلوبلاېزېشن پېر او وخت دى. هر څه د گلوبلاېزېشن په طلسم کي بند او راگېر دي. ټول جهان، هېوادونه، سيمي، او قومونه د گلوبلاېزېشن په غښتلي، تک سپين، او نا مريي تار باندي داسي سره پېيلي سوي دي چي ج� �ا کول يې تر ډېره حده ناممکن او زيانمن سوي دي. گرده نړۍ ارتباط او اړيکي سره لري. تلوار او بېړه ډېره سوېده. د موټر، طيارې، ټيلفون، خبرونو، او معلوماتو سرعت گړندى سوى دى. کار چټک او زيات سوى دى. ټول جهان په يوه واړه کلي بدل سوى دى. د مځکي تناوونه را لنډ سوي دي. تگ را تگ زيات سوى دى. د علم او ساينس بازار تود سوى دى. ساينس او تيکنالوژي د ثروت د جوړولو لپاره مهمي زېرمي گرځېدلي دي. نور عصري علوم، ساينس، او تيکنالوژي يوازي د اروپايي نژادونو په انحصار کي ندي، بلکي د خاوريني کرې شاوخوا د علم او تيکنالوژۍ نوي او م تبکر مرکزونه را غوټېدلي دي. چين، هند، او جنوب شرقي اسيا د جهاني توليداتو او تيکنالوژۍ په مهمو مرکزونو بدل سوي دي. د جهاني اقتصاد په جال،کړۍ، او څرخ کي ټول عالم بند او اسير دى. هر څوک د جهاني قيمتونو تر فشار لاندي دى. د نړيوال کلتور او ثقافت پل او اثر هر ښار، هر کلي، او هر ي ټولني ته رسېدلى دى. په بل عبارت، هر څه جهاني سوي دي. که چيري په امريکا کي اقتصاد خراب سي، د منفي او بدو څپو اثرات يې تر چين، هند، اروپا، جنوبي امريکا، افريقا، ايران، پاکستان، او حتى تر کابل او کندهار پوري هم رسېږي. د نيويارک د سټاک مارکېټ او پولي موسساتو نبض او څرخ د جهان پر ټولو پولي پاليسيو او نرخونو باندي اغېزه ښندي. اقتصاد، تجارت، تو� �يدات، کمونکېشن، کلتور، او حتى سليقې، موډ او فېشن هم نړيوال رنگ او خوند اخيستى دى. هرڅه سټېنډرډ سوي دي. بسته بسته سوي دي. د ټولو نرخ معلوم دى. د دې نوي او حيرانونکي نړيوال جال او شبکو په سرکي انټرنيټ د برېښنا په منډه روان دى. لدې لڼدي مقدمې ځخه را وروسته،موږ افغانان مجبوره يو چي لدې تيکنالوژۍ څخه د م طبوعاتو او علمي اسانتياوو د برابرولو په برخه ډېره گټه واخلو. پښتانه بايد پدې برخه کي تر بل هر چا ډېر زيار وباسي. ځکه زموږ پاېښت، هستي، او ژوند له جدي خطرونو سره مخامخ دي. د دغه خبرداري د ملاتړ لپاره � �اندي څو دلايل وړاندي کوم. لمړى، پښتانه سياسي واحد مرکز نلري. په بل عبارت، خپل حکومت نلري. د پښتنو په پراخو سيمو کي سياسي اقتدار پردى، وېشلى، او نامعلوم دى. ټول متفرق او شندلي دي. په اکثرو سيمو کي، مطلقه انارشي حاکمه ده. ځيني سيمي د مذهبي مسلح ډلو تر ولکې لاندي دي. پر ځينو نورو ښا� �ونو او سيمو باندي يې څو مختلف حکومتونه واکمن دي. د کابل حکومت بې پروا، بې غوره، او ناسکه دى. کندهار وران، هېر، او د يوې ناکامي او گمراه مذهبي څپې په خرڅ کي اسير او خوږ دى. د کندهار په شاوخوا سيمو کي د پښتنو د يوې موجه سياسي غوښتني لپاره د مبارزې، مخالفت، او تلاښ واگي او اختيار د پردو په لمسون د يو لړ ملايانو او طالبانو د غوړ او تک تور طلسم په جادو کي راگير دى. همدا وجه ده چي دننه په افغانستان کي تر اوسه پوري نه حکومت مشروعيت تر لاسه کړى دى او نه هم طالبانو. زه يقين لرم چي د دغو ددو ډلو د گډېدو ، اتحاد، او ايتلاف نسخه به هم ستونزه حل نه کاندي. بلخوا، پېښور مظلوم، ورک، او بې واکه دى. فرهنگ او ژبه يې لوټ او تالا ده. شاوخوا سيمي يې تل ناړامه، ناکراره، او محاصره دي. دوهم، پښتانه مجبوره دي چي خپل غم پخپله وخوري. پر خپلو مټو باندي تکيه وکړي. د بل چا لاسته کښې نه ني. خپلي ملا وي وتړي. او خپله ستونزه پخپله فيصله کاندي. د خپلي ژبي د ساتلو او تقويې لپا� �ه له انټرنيټ څخه پراخ او هر اړخېز کار واخلي. په همدې وسيله خپله ژبه او کلتور ژوندي وساتي. خپلي ژبي ته له همدې لاري خدمت وکړي. زموږ ليکوالان، مبصرين، ژورناليسټان بايد لمړى خپلي ليکني د انټرنيټ له � �اري خپرې کړې. په خارج کي، ټول افغانان انلاين دي. حتى په داخل کي هم اکثره ښاري او باسواده خلک انټرنيټ ته لاسرسى لري. ايميل او اکاونټ لري. موږ افغانان کولاى سو چي د انټرنيټ له لاري خپلمينځيني سالم بح ثونه، ارزښتناکه فرهنگي کارونه، د يوې انلاين فرهنگي ټولني د جوړولو بندو بست، او د نورو کلتوري او ژو� �ناليسټي کارونو لپاره گډ کار، خدمت، او مبارزه وکوو. دا يو تاريخي ضرورت دى. د پښتو ژبي د پرمختگ او غښتلي کولو لپاره يوه جدي فرهنگي اړتيا ده. ځکه انټرنيټ ستاسي ليکني په بين المللي سويه او په عين زمان کي ټولو لوستونکو ته رسوي. د نړۍ په هر گوټ کي ستاسو ليکني په خپله ژبه انلاين خپرېداى سي. تاسو کولاى سئ چي خپل ږغ او نظر ټولو هېوادولو ته ورسوئ. لدې عصري او خارق العادق وسيلې څخه گټه واخلئ.. ځکه ښکاره خبره ده چي له جهانه پټېداي نه سو. او د مځکي له کورې څخه وتلاى نه سو. درېيم، په پښتني جامعه کي، پراخه اقتصادي کمزورتيا سته. ډېري ناخوالي او تريخي خبري سته. ددغه شان يوې بې نظمه او مرکزه ولس لپاره يوازنۍ کم مصرفه او عملي لاره انټرنيټ دى. البته، څرگنده خبره ده چي اخبارونو، مجلو، کتابونو، او نور د کاغذ پر مخ خپاره سوي اسناد او مدارک خپل ځاى او اهميت لري، خو انټرنيټ يوه نوې ارزانه، با دوامه، او عملي لاره پيدا سوېده. حتى په امريکا کي، پريس او اخبارونه د يوه داسي نوي رقيب سره مخامخ دي چي هم کم م صرفه دى او هم يې ځوان نسل گرگى دى. د نورو صنعتي او پرمختللو ملکونو په شان، د امريکا ټول مهم اخبا� �ونه،مجلې، کمپنۍ، پوهنتونونه، او دولت او جامعه له انټرنيټ څخه په پراخه پېمانه استفاده کوي. همدا شان، د جهان په اکثرو ملکونو او قومونوکي د انټرنيټ استعمال او موثريت له ورايه څرگنددى. لدې وسيلې څخه بايد د خپل قوم او خپلي ژبي د غني کولو او رواجولو په منظور گټه واخلو. کېداى سي د انټرنيټ له لاري د خپل وطن د پوهنتونونو، کتابتونو، ژورناليزم، او نورو فرهنگي هلو ځلو سره د پام وړ خدمت وکړو. همدا اوس، موږ ددې م الي او اقتصادي توان او طاقت نلرو چي اخبار او نور نشرات تر هر چا او هر ځاى پوري ورسو. د کاغذ، رنگ، چاپ، او پوستې لگښت يې زموږ په وسه ندى. نو لازمه ده چي د عامه پوهوي او خبرتيا لپاره له انټرنيټ څخه استفاده وکړو. له همدې لاري د يو بل سره اربطه ټينگه کو. ځکه موږ له يو لړ اوږدو او جدي پرابلمونو سره مخامخ يو. د ځانونو په سمبالولو کي لدې وسيلې څخه کار واخلو. انټرنيټ د خوار، غريب، او مستقل م نور لپاره کورت او غوړي دي. د يوې نامنظمي او شندلي ټولني لپاره يو خدايي سوغات دى. د کم مصرفه انټرنيټ له برکته يو کوچينى او يوازي ږغ هم ليري ځايونو ته رسېدلاى سي. هر څوک د نړۍ په هر گوټ کي چي وي د انټرنيټ په برکت سره وصلېداي سي. يو د بل له حاله خبرېږي. پښتنو ته لازمه ده چي د خپلي ژبي، تاريخ، فرهنگي مي� �اثونو د ساتلو په غرض له انټرنيټ څخه حد اعظم استفاده وکړي. د استاد خليل الله هاشميان يوه مقوله ده: افغان کم خوان او مفت خوان است. ډېره پر ځاى او ټېک خبره ده. ددې مزمني ناروغۍ د علاج لپاره انټرنيټ د ښار د عاقل طبيب په لاس جوړ سوي دارو دي. بله دا چي د سپېرې مفلسۍ او خطرناکي خونريزۍ دوا هم انټ� �ينټ دى. د ځوان نسل ادرس هم انټرنيټ دى. هغوى يوازي په ډاټ کام خبري کوي. که چيري غواړو چي د ځوان نسل سره خبري وکړو، د هغوى سره ارتباط او څه پېژندگلوي ولرو بايد د هغوى د ډاټ کام پته ولرو. څلرم، انلاين � �يکني بايد لنډي او د امريکايانو په اصطلاح ټو د پوينټ وي. مانا ژر دي مطلب وايه! په انټرنيټ کي خ� �ک چندان اوږدې ليکني تر پايه نه گوري. د انلاين ژورناليزم څخه نيولې بيا تر تبصرو ، بلاگونو، او مکاملو پوري هر څه بايد لنډ او خلاصه وي. انلاين لوستونکي کم شى مگر ښه شى غواړي. اصلي او نوى مال غواړي. په پاى کي، په متحده ايالاتو کي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي له انټرنيټ څخه استفاده ډېره په زړه پوري ده. د ښاغلي باراک اوباما کاميابي پدې کي ده چي ځوانان يې د انټرنيټ له لاري منظم کړل، له انټرنيت څخه يې د يوې غښتلي او موثري انتخاباتي وسلې په توگه کار واخيست. اوباما له انټرنيټ څخه داسي استفاده وکړه چي ښايي تر اوسه پوري يوه سياستوال هم نه وي کړې. هغه د انټرنيټ له لاري په ميلونهاوو ډآلره راغونډ کړل. د ښاغلي اوباما لپاره انټرنيټ د تبليغاتو د کولو او چاندو او بسپنو د راټولولو يوه نه تمامېدونکې او بډايه زېرمه ده. ښايي همدا د هغه د نهايي بري سره ډېره مرسته وکړي. جمهورريس بيل کلنټن هم له انټرنيټ څخه پراخه استفاده وکړه، خو اوباما همدا سياسي صنعت کمال ته ورسوى. که چيري اوباما انتخابات وگټي، د هغه پدې کاميابۍ کي به امريکايي ځوانانو مهم او اساسي رول لوبولى وي. اکثره ځوانان په انټرنيټ موښتي دي. نوي او عصري ځوانان د انلاين په حجروکي سياسي درس او څه زده کړي دي. دا نسل د کمپيوټر او انلاين په دنيا کي را ستر سوي دي. که څه هم، په متحده ايالاتو کي عموما د رپبليکن گوند د نوي تيکنالوژۍ په استعمال او کارولو کي لمړى گام اخلي، خو پدې انتخاباتو کي اوباما د انلاين دنيا کاملا گټلې ده. جالبه دا ده چي جان مک کېن تر ډېره وخت پوري ايميل نه لا� �ه. د انټرنيټ سره نا اشنا دى. مک کېن د يوې بلي پېړۍ سړى دى، او ښايي همدا د هغه لويه کمزوري وي. والسلام. هاري - واشنگټن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پوځی حرکت اومخصوص عمليات (د غمخور ژباړه)", "output": "ليکوال : ارکادي ارلوف ((Аркадий Орлов)) واشنگتن ريانوستي .رو . РУ. РИА Новости ۲۰۰۷دسپتمبر پنځمه ژباړن: حبيب الله غمخور پوځی حرکت اومخصوص عمليات دورځی خبره دآمريکامتحده ايالاتودڅارگرئ ادارې(( CIA)) پخوانۍ اکس (X) کارمند خبر ورکوي چې امريکا په ټول قوت سره پر ايران باندي دحملي لپاره اماده گي نيسي . ((درانه لوستونکی پوهيږي چې پدې ورستيوکښې دايکس دکلمې استعمال دلوړپوړوچارواکولپاره هغه وخت دهغه تر نامه دمخه استعماليږي چې دمختليفودلايلوله مخې پر دنده نه وي پاته، ژ)) . دسی آي اې (( CIA)) دسازمان يوپخواني مامورددخارپيرس ((Харперс)) مجلې ته ويلې دي چې :دآمريکا متحده ايالات په ټول قوت سره ډير پټ اوپه محرمانه توگه پر ايران باندي دپوځئ يرغل لپاره تياري نسی ،داسي ټاکل شوېده چې دهوايي قواوولخوابه څو ورځی مسلسل په يو وخت په ايران کې پر يوشمير ټاکل شوواهدافوحملې تر سره شي . سي آي اې ايکس(پخوانی) مامورڅرگنده کړه : داسي معلوميږي چي دپوځی حملې لپاره اماده گي نيول کيږي .زه دخپلي خبري پخلۍ دد دليلوپربنيادکوم : لومړۍ ،دهغوفکتونه کوم چې عملأ ليدل کيږي،دوهم هغه بيانيې چې دسپيني ماڼئ نه راوزی . دسي آي اې ددې مامورپه هکله يوازي دومره معلومات شته چې هغه دفارس په خليج هغه وخت کار کاوه کله چې آمريکا هلته دلومړی ځل لپاره په جگړې بوخت وه . وروسته دا مامورپسله هغه چې امريکاپه ۲۰۰۳ م کال پر عراق حمله وکړه په عراق کې رسمی دنده سرته رسول . داسې شواهد ليدل کيږي چې غټ اولوي پوځئ ځواکونه اووسلې سيمي ته لېږدول کېږي ، آمريکا نشي کولاي داپټ کړی .دفارس خليج ته دآمريکادبحري پوځی قوادډلگيو لېږل ډيرومالي لگښتونو ته اړتيالري .مگر موږاوس هلته درې داسي پوځې قطعات ساتو،موږهمدا ډول نوی جنگی الوتکي دگوام (Guam) )) سيمي ته واستولې . (( گوام دامريکايوه سيمه ده چې دغې جزيرې ته ۳۵۰۰ کال پخوا خلک کډه شول اوهلته ئې ژوند پيل کړ،ددې جزيرې پلازمينه دخاگاتنا ((Хагатна)) ښاردی ددې سيمي داوسېدونکی ټول عايد دتوريزم دلاري ترلاسه کوي . دې جزيرې ته له جاپان څخه زيات سيلانيان راځی .پدې جزيره کې دآمريکاهوايي اډه ((پايگاه)) ده چې دجزيري دريمه برخه ئې نيولې دي .ژباړونکی)) دمجلې دنوموړې منبع دمعلوماتو له مخي همدا اوس دآمريکادبحری پوځی قطعاتو دفعالتو زياتيدو بهير دويرجينيادايالت د((نورفولک )) Norfolk په سيمه کښې روښانه اوڅرگند ليدل کيږي .(( داسيمه هم يوه توريستي سيمه ده اوپدې سيمه کښي هم دآمريکاپوځې قوتونه ځاي پر ځاي شوی دی، ژ)) دآمريکاپخواني څارگرپه ويناپوځئ بېړي له يوه ځاي نه بل ځاي ته په حرکت کښي دي،دسربازانواحتياطې کنډکونو شميرډيرېږي ،وسلې راوړل کيږي، په ټولوبرخوکښي دتياري نيولوفعاليت ډيرجدي اوپه لوړه کچه روان دي . دهغه په وينا په دغه سيمه کې دبحري قواوټولي بېړی اوودانۍ اوپدغوځايوکښي دوسلوځاي پرځاي کېدل ټولوته ډير ښه معلوم دي اودا[ول فعاليتونه څرگند ليدل کېږي ، دغوځايوته نوو وسلوراوړل اوهلته ايښودل دشپې لخواترټولوښه ليدل کيداي شي. په نړۍ کښي يوازي يوسيمه شته چې داټول هغې خواته لېږل کيږي . همدا ډول(( ټول هغه کسان چې زه ئي پېژنم اوهغه اشخاص چې پر ايران باندي په يرغليزکاروپوري اړه لري ،هوابازان (پيلوټان) اونورهوائې کارمندان اوفعالين ټول تری تم (ورک )شول . معمولأ له دغې ډلې خلکوڅخه څوک پيداکېږي اوپاته شوی وي .مگر اوس دوي ټول تللې دي . ترکومه ځايه چې دې مسلې ته زه گورم اوهغه تعقيبوم دپوځی وځواکونودفعال اوگړندي فعاليت ،نوروعلايمو اوشواهدوڅخه داسي څرگنديږي چي پر ايران دآمريکاگزاربه د مرگونۍ اعلاميې بېلگه وي يعنې(( يرغل به په زيات قوت اوځواک ترسره شي .ژ )) دڅارگری دا(X )مامور وايي : پدې ورستيو کښي جورج بوش دايران په هکله زياتي خبري کوي ،اوداداسلامي انقلاب مدافعينوهسته ئې دتروريستانوپه ليست کښي شامله کړل . جورج بوش په ډاگه څرگنده کړه وئي ويل : تاسوچې دجمهور رئېس (جورج بوش)په هکله څه ډول فکرکوي داستاسوکاردی ،مگر ايران به هيڅ وخت دامکان پيدانکړي چې هستوي پروگرام رانه پلئ کړي ،مابه دهغه پدې خبره باورکړی واي . ((داپدې معنا چې بوش به ايران ته اجازه ورنکړی چې خپل هستوی پيل شوی پروگرام په بری سره پاي ته ورسوي . ژ)) ددې منبع دمعلوماتوله مخې دآمريکا له پوځی قواوله جملې څخه يوازي دآمريکاهوايي قواوي لا تر اوسه دتياري په هغو ډيرو حساسومراحلوکې نه برېښی،پدې خاطر چې که پر ايران باندي دآمريکا لخوايرغل وسی هغه به څو ورځنۍ اودمختلفوموخولپاره به دايو هوایی لوي کمپاين وي .،چې موخه ئې دايران جمهور رئیس احمدي نژادته بې رحمانه اووحشيانه گزار ورکول دي . دڅارگرۍ داداري پخوانۍکارمند پدې عقيده دی او وړانديزکوي چې : موږ (امريکا)نه بايدترهرڅه دمخه دايران پر هوايي اوبحري قواووباندي يرغل ترسره کړو،بلکه لومړی دايران پر هستوي مرکزونواودايران دانقلاب دمدافعينوپر قرارگاه بايد حمله وشي . نوموړی پدې عقيده ده دی چې ،په داحمدي نژاد پر مواضع نه لنډمهالي بلکې مسلسلې حملې کولاي شي چې په هيواد کښې دننه دهغه قدرت کمزوری کړی . ددې تبليغاتو اوخبروپه منلوسره چې پرايران باندي دآمريکادحملې په هکله کيږي اوهمدا ډول دواشنگتن په سياسي حلقوکښي هم دې ته ورته خبر و اوبحثونوگونگوسې اورېدل کېږي ،همداډول په ډله ايزې رسنيوکې پدې اړه نشرات ددې ښکارندوي دی چې ددې حملې لپاره اماده گی نيول کيږي . دسه شنبې په ورځ دسپتمبرپر څلرمه دآمريکادبهرنيوچارووزارت استازي(( توم کېسي )) Том Кейси دژورناليستانوسره په مطبوعاتي کنفرانس کې مجبور شو دڅو وم ځل لپاره داخبره په رسمې توگه رد او اعلان کړي چې گواکي آمريکاپر ايران ديرغل خيال نلري . دآمريکادبهرنيوچارو وزارت استازي پخپلو خبروکې وويل :زه نه پوهېږم دا ډول تبصرې له کومه ځايه راپيداکيږي ،دآمريکاپه سياست کښي هيڅ ډول تغيرات ندي راغلي .دآمريکا جمهوررئيس ،دبهرنيوچارو وزير اونور په خپلو ويناوکښې واضح اوروښانه څرگندوي چې موږ دايران د هستوي پروگرام دپرابلم په اړوند مسله غواړودډيپلوماټيکوهڅواوتلاښونوله لاري حل کړو.توم کېسي څرگنده کړه :دملگروملتودامنيت په شوراکښې دخپلوهمکارانو او دالمان داستازي سره زموږدگډکاردميزپرسره پراته ټول امکانات هيڅ يو جمهور رئېس هم نشي ليري کولاي ،مگر زه تاسوته پدې هکله هيڅ ډول داسي معلومات اوعلايم نشم په گوته کولاي کوم چې دهغوي پر بنيادزه اويابل کوم څوک وکولاي شوڅرگنده کړوچې دايران دهستوي پروگرام دپرابلم دحل دلاري په اړونددامريکاد سياست دتغير په هکله کومه پرېکړه شوې ده . اړينه يادونه دايران دهستوي پروگرام پرسر دايران او امريکا تر منځ راپيداشوې کړکېچ ددواړو هيوادو مناسبات دومره ساړه کړل چې اوس په څرگنده بڼۀ ددښمنۍ ترکچې رسېدلي دي .هره ورځ ددواړو هيوادولوړپوړي چارواکي په خپلو ويناواو دخبر نگا رانوسره په مطبوعاتي مرکواوليدنوکتنوکښي يوپر بل مختلف تورونه لگوي .پدې ورستيوکې په هره اونې کښې هرومروپرايران باندي دامريکالخوادپوځي يرغل دتياري خبردډله ایزورسنيوله لاري خپرېري .اوپر ايارن باندي دامريکا لخوا ديرغل اويا يرغل ته دتيارئ دمعلومات دآمريکاله معتبروسرچينونه بيرون راوزي . يوازي دسپتمبرپه مياشت کي دايران اوآمريکاددې ترينگلواړيکوپه اړوندمختلف خبرونه خپاره شوی دي . دآمريکا او ايران داړيکوپه اړوندددغو معلوماتي تبصيرو اواطلاعاتودخپرېدوپروسه نړيوال څارونکي په ډير زړه خوږئ سره څارکيږي . دسپتمبردمياشتي پر پنځمه پورته ژباړل شوی خبر نه يوازي دريانوستي بلکه دروسې دمختلفو ورځپاڼو،انترنټ پاڼو اودنړئ په ډول ډول رسنيوکښي انعکاس وموند.دادئ دسپتمبرپه اومه نيټه داسي يوبل ضد اونقيض خبر دروسيې په اوبشاياگزيتا ((Общая газета)) کې خپور شو.دهغه ژباړي ته هم ستاسودرنولوستونکوپام رااړوم : جورج دبليوبوش پرېکړه کړې دايران پر خلاف جگړه پيل کړی اوبشاياگزيتا . رو (( Общая газета.РУ)) ۲۰۰۷دسپتمبر ۷ داسي امکان شته چې ممکن آمريکا په ۲۰۰۸ کال کې دجورج دبليوبوش ددورې تر پاي ته رسېدودمخه پر ايران باندي پوځی يرغل ترسره کړی .دسپينی ماڼئ په نظر ايران اوس تياردی چي دپوځئ وسلودجوړيدولپاره اټومي رياکتور جوړکړی . اوهمدا ډول نيوز رو.کم ((NEWSru.com)) ليکی چې ايراني چارواکي په عراق اوافغانستان کې ددولت مخالف جنگيالي په وسلو سمبالوي . همدا اوس د۲۷۷پوځی بېړيونږدې پوره نيمايي بېړۍ ايران ته څېرمه ددې هيواد پرشاوخوا ځاي پرځاي شوی دي . داسي هم ويل کېږي چې تر ۲۰۰۸ کال پوري به دسپينې ماڼي اداره پر ايران دحملې په موخه هيڅ ډول پرېکړه ونکړي،ځکه اوس داسي نښی نښانې ليدل کېږي چې ايراني چارواکود اوران ((Oran)) دغني کېدوپروسه يوڅه آهسته کړېده . پخواجورج بوش اعلان کړې وه چې پر ايران باندي دحملي لپاره دتياري خبري يوه سياسي توطئه ده . مگر دآمريکا دبهرنيوچارووزيري کاندوليزا رايس بيا په خپل وارسره څرگنده کړې وه : پر ايران اوسوريې باندي يرغل غير ممکن خبره نه ده . پاي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اکبر بای د لاندني ليک په مټ له ټاکنيزو سياليو وشړل شو", "output": "ميرويس جلالزی د ترک تبارانو د شورا ريس اکبر بای د لاندني ليک په مټ چې د امريکي د عدليي وزارت له لوري د هيواد لوی څارنوالۍ ته استول شوی وو له ټاکنيزو سياليو وشړل شو٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکرزی دانتقالی او منتخبی دوری اساسی ستونزی.", "output": "ددغه حالت دوام یا تو� �ف؟ ; &n; bsp; جواب:توقفتبصره: یوازنی شخص چی پدی وخت کشی دغه حالت توقف کری دخلکو د رای په اساس د شاغلی اشرف غنی قدرت ته رسیدل م نم. &nbs; p; & nbsp; &nbs; p;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مقدونیې خلک نن د ټاکنو د صندوقونو په لور ځي", "output": "نتکۍ ټاکل شوي چې د د مقدونیه هیواد وګړي نن د خپل نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو د صندوقونو په لور ورشي. په دغو انتخاباتو کې له اوسني ولسمشر پرته اوو تنو ځانونه نوماند کړي دي. د ټاکنو لپاره ګڼ شمیر ټاکنیز ناظرین دغه هیواد ته � �ه اروپا څخه استول شوي دي. همدا راز په عین حال کې ۳۶۰ کسانو ځانونه سیمیزو شوراګانو ته نومولي او له دغې ډلې به ۸۵ تنه مقامونو ته ورسیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر کرزي په عمان کې شوې چاودنې وغندلې", "output": "د ولسمشر کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپرې شوې خبر پاڼه کې د اردن په پلازمینې عمان ښار کې د تیرې ورځې په دوو ځان وژونکو بریدونو او یو ځای په ځای شوي بم کې چې لږ تر لږه ٦٧ تنه وژل شوي او له ٣٠٠ زیات پکې ټپیان شوي په کلکه غندلې. دغه کار یې داسلام ددښمنانو بللی او له تروریزم سره دجگړې دپراختیا غوښتنه یې کړې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اسرایلو ولسمشر تیره شپه په روغتون کې تیره کړه", "output": "میرویس جلالزی د اسرایلو ولسمشر شیمون پریس تیره کرۍ شپه په روغتون کې تیره کړه.د پلازمینې تل ابیب د روغتون چارواکي وایې چې ۸۶ کلن شیمون پریس وروسته تر هغه روغتون ته انتقال شو چې په یوه وینا کې د څو ساعتونو لپاره په پښو ودرید په داسي حال کې چې د نوموړي سن تقاضا نه کوله چې نوموړی د اوږده مهال لپاره په پښو ودریږي.ډاکټران وایې چې د ولسمشر روغتیایې حالت د اندیښنې وړ نه دی او ډیر ژر به له روغتون څخه رخصت شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بنګلدېش د سېلابونو مړي ۲۰۰۰ تنو ته ورسېدل", "output": "د بنګلدېش په جنوب او مركزي سيمو كي د � �اغلي سمندري توپان له امله د مړو شمېره ۲۰۰۰ تنو ته لوړه سوه.دغه سمندري توپان چي د پنجشنبې په شپه راغلى د چارواكو په خبره په تېرو ۱۵ كالو كي تر ټولو سخت توپان و.چارواكي وايي په سيمه كي د څو ورځو راهيسي د ژغورني او پلټني عمليات روان دي چي تر اوسه يې يوازي د ۲۰۰۰ كسانو مړي را ايستلي دي. كه څه هم په بنګلدېش كي هر كال د توپانونو له وجي په سلګونو كسان مري، خو په ۱۹۹۱ كال كي د يوه توپان له امله د ۵۰۰۰۰ په شاوخوا كي كسان وژل سوي وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست :دسفما سېمه ايزدفتردروحاني وژنه وغندله .", "output": "په خوست ولايت کې دجنوب ختيځوولايتونولپاره دسفما سيمه ايزدفترديوي اعلاميې په خپرولوسره دپژواک خبری اژانس پخواني اودبي بي سی راډيواوسني خبريال عبدالصمدروحاني وژنه په سختو ټکوسره غندلې. په دغه اعلاميه کې راغلي چې ژونالستان ديوی ټو� �نې هغه ډلې دي چې غواړي خپله ټولنه دبدبختيواوناخوالوڅخه راوباسي اودشويوپيښوپه اړه مواثق اوبي پا� �ې خبرونه خپره کړي دوي دژورنالستانووژنه دهغوخلکوکاربللی ،چې نه غواړي نړيوال اوخپل ولس له � �وانوپيښو د ريښتوني اوروښانه انځور په خپروې سره خلکو ته په سمه توګه مالومات وړاندي کړي اودوي غواړي چې اوپرحقايقوباندي توره غلوونکې پرده وغوړوي. دنوموړي دفترمشر فيض الله غمخور عبدالصم دروحاني هغه ژورناليست بللی چې تل يي دخلکو غږ په سېمه اونړيواله سطحه مسو� �وچارواکو غوږونوته رسولی . ديادونې وړده چې عبدالصمدروحاني د هلمندولايت لښکرګاه ښارته څيرمه سېمه کې وړمه شپه نامالوموکسانو لومړۍ يرغمل کړي اووروسته يي په ډيري بي رحمۍ سره وژلي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بارکزی: د انتخاباتو کمیسیون ۶۰۰۰ تنه په تقلب تورن کارکونکي منفک شوي", "output": "میرویس جلالزی کابل د انتخاباتو دکمیسیون د دارالانشاه مرستیال ذکریا بارکزی وایې چې په ولسمشریزو انتخباتو کې یې د تقلب په تور ۶۰۰۰ تنه د دغه کمیسیون سیمیز کارکونکي له دندوي شړلي او په یوه نوي اقدام کې یې د دغه کمیسیون د اوو تنو ولایتي چارواکو د تقلب دوسیې هم عدلي ارګانونو ته سپارلي دي. د بارکزي پر وینا چې دغه اوه تنه چارواکي د کندهار، پکتیکا، غزني، غور او ننګرهار په ولایتونو کې په پراخ تقلب تورن شوي دي. بینوا ویب پاڼي ته په پارلمان کې د پکتیکا ولایت یوه استازي د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط وویل چې د پکتیکا ولایت دانتخاباتو لوړ پوړي ماور د والي قیوم کټوازي په ملګرتیا د حامد کرزي لپاره رایې په صندوقونو کې اچولي او نوموی اوس ترنظارت لاندي دی. کندهار بل هغه ولایت دی چې پکې د پراخو درغلیو خبر ورکړ شوی وو. ویل کیږي چې دغلته د حامدکرزي په پلوي پراخ انتخاباتي تقلب شوی خو کرزي او په دغه ولایت کې د هغه انتخباتي کمپاینرانو دغه خبر رد او د هغوي د سیاسي رقیبانو پروپاګندا په ګوتو کړي وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند: کامیر شرکت لښکرګاه ته خپلې الوتنې پیل کړې", "output": "میرویس جلالزي د کام ایر په نامه یوه افغان خصوصي هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته خپلي الوتنې پیل کړې. هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې په تیرو اتو کلونو کې هیڅ یوه خصوصي هوايي شرکت ورته الوتنې نه درلودې. هلمند ته تلونکي مسافر له تیرو څو کلونو راهیسي د ټرانسپورټ له اړخه له سختو ستونزو سره مخ ول او اوس د کام ایر شرکت په دغه نوښت ډیر خوشهاله دي. د آریانا افغان هوايي شرکت څه باندې پینځه میاشتې دمخه اعلام کړی وو چې هلمند ته به الوتني پیلوي خو دغه شرکت تر یوه پرواز وروسته په ناڅرګند دلیل هلمند ته خپلې الوتنې وځنډولي. د کام ایر شرکت چارواکي وایې چې د اوس لپاره به د دوي یوه الوتکه په اونۍ کې دری ځله د هلمند ولایت ته تګ را تګ کوي. د کام ایر شرکت چارواکي وایې چې له کابل څخه به لښکرګاه ته د یوې خوا ټکټ بیه ۳۵۰۰ افغانۍ وي چې له څه باندي ۷۰ امریکایې ډالرو سره برابریږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې د عملیاتو پر مهال ۱۴ تنه ووژل شول", "output": "عزمت علی د پلازمینې کابل په م وسهي ولسوالۍ کې افغان پولیسو پلټونکي عملیات تر سره کړي چې په ځينو برخو کې د عملیاتو پر مهال له مخالف وسله وا� �و سره د پولیسو ډزي هم تبادله شوي دي.د کورنیو چارو وزارت وویل چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه دولت ضد وسله وال وژل شوي دي.موسهي د کابل ختیځ لوري ته پرته ولسوالي دي چې پکې تیر کال د ناټو تړون ۲۱ فرانسوي س� �تیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتي وه.په دغه سیمه کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د حکمتیار د خاښي چریکان ډیر فعالیت کوي.پولیس وایې چې د عملیاتو پر مهال د موسهي ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ جنايي مدیر هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.د موسهي ولسوالۍ حالات په تیرو څو میاشتو کې کړکیچن شوی او وخت ناوخت ترینه د عملیاتو او مرګ ژوبلو خبرونه را رسیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تښتېدلي افغان محصلين په كاناډا كي دي", "output": "كاناډايي مطبوعات خبر ور كوي، چي هغه پنځه تنه افغان ځوانان چي ام� �يكا ته د ماسټرۍ لپاره تللي ول او له څو ورځو راهيسي ورك ول، اوس يې څرك په كاناډا هېواد كي لګېدلى دئ. دغه ځوانان چي په كابل پوهنتون كي يې زده كړه كوله او د راپور پر اساس، چي له افغان دولت سره يې كار هم كاوه، واشنګټن ته د ماسټرۍ لپاره لېږل سوي ول، چي له خپلي كابو پنځه دېرش كسيزي ډلي څخه په دې نيامت بېل سوي دي، چي نور خپل ملك ته و� �اړ نه سي او په غرب كي د يوه هوسا ژوند لپاره امكانات ولټوي. د كاناډا د كډوالو د يوه سازمان په وينا چي تر اوسه دوى دقيق معلوم نه دي، چي چېري اوسېږي، خو داسي معلومات سته، چي دوى كاناډا ته داخل سوي دي. د م اسټرۍ دورې ته نور راغلي درې دېرش كسه ځوانان، خپل كاركوي، مطالعه كوي، په كتابتونو كي خپل تحقيقات كوي، مګر يوازي دغه پنځه يې په خپل بخت پسې ولاړل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان د شخړو یواځینی حل سوله ده", "output": "افغانستان د جغرافیې له نظره په داسې ځای کښې شتون لری چی د خورا زیات اهمیت له لورې د نړۍ دبام په نوم یادیږی ځکه خو له پخوا راهیسې بیلابیلو ښکیلاکونوڅوڅو واری پری یرغل کړی او ددې خاورې د تسخیرولو بشپړ ګامونه یې اوچت کړی هرچا خپلی هڅې کړی چی دې ملت ته د غلامۍ رسۍ ور په غاړه کړی اوپه دې توګه وکولای شی څو له یوې خوا د هند ګرمو اوبو ته چې د اقتصاد له نظره زښت ډیر اهمیت لری ځان ورسوی او له بلې خوا کولای شی یواځی له هم دغه ځایه په ټوله نړۍ حکمرانی وکړی، په دغو یرغلګروکښې ډیر لوی او زورور امپراطوران هم شامل دی چی دخپل وخت په جهانګیرانو مشهور وؤ خو له دې سره سره په دې خاوره کښې د خپل آرمان سره یوځای نیست او نابود شوی دی . د افغانستان خلک به دغه هر یرغل ته وار په وار یوځای پرته له دې چی کوم ملیت یا قومیت او یا یې هم کمه ځانګړې ګټه په پام کې نیولې وی او دریده او مټه په مټه به یې دخپل دښمن مخه نیوله،په خورا شوق او مینې سره به په اتڼونو اوملی ترانو دسنګر په لوری روان شول دمرګ نه یې هیڅ وېره نه درلوده هیڅ ډول مالی او ځانی زیانونو ددوی همت نه شو ټیټولۍ او تل به په سنګر کښې لکه د زمری په شان ددښمن مخې ته ولاړ وه او دټاټوبی په ساتنه کښې به یې خپله سینه دسپر په توګه کاروله ددوی په زړونو کښې یو هدف وو چې هغه د خپلې خاورې ژغورنه او په هغې کښې اسلامی قانون نافذول وه هماغه مېړانه او غیرت به دوی ته بری ګرځېده او کله به چې له سنګره راستانه شول یو ځای به د خپل ملی بیرغ تر سیوری لاندې د الهی قانون اود محمدی شریعت په رڼا کښې راټولېدل او د هېواد په بیا رغونه به یې لاس پورې کاوه دټول هېواد مشران به په لویه جرګه کښې راغونډشول او دټولو هېوادوالو په خوښه به د هېواد د چارو واګې پرته له دې چې کوم نسلی یا قومی اړخ په پام کښې نیول شوای وی یو اړوند او باکفایته شخصیت ته ورکول کېدې چې ژوندی مثالونه یې د میرویس نیکه(کال۱۱۱۹)او د احمدشاه بابا(کال۱۱۶۰) ټاکنې دی . باید په ډاګه شی چې هغه وخت افغانستان په نړۍ کی یوځانګړۍ حیثیت درلود او د خپل عصر په هر ډول سیالیو سنبال وؤ ، دهغوی سر ه کوم جادویی څراغ نه ؤ او نه هم دهغه وخت افغانان د کومې بلې نړۍ مخلوق ؤ بلکه هغوی پر خپل دریز ټینګ ولاړ ؤ دهغوی د بریالیتوب راز د چانه پټ ندې بلکې د سپین لمر په شان روښانه او ښکاره ده یعنې د هغوی یواځینۍ وسله چې هغو ته یې د هر میدان اتلولی ور په نصیب کړې وه هغه ددوی ملی یووالۍ،ورورولی، پښتنۍ غیرت، ایمانی ډاډاو قوت ..... د افغانستان وګړو اسلامی او افغانی غیرت اوخپلواکۍ ته سپکاوۍ نشو زغملای او خپل کور، ځان،مال، آل، آرمانونه او خوبونه یې تر خپلې خاورې او خپلو خلکو ځار او قربان کړی وه ځکه خو هیچا هم ورته په سپکه سترګه نشوکتلای . نن که څه هم د تاریخ څپه بدله شوې مګر د افغانستان خاوره هماغه زړه خاوره ده د افغانانانو وېنې هم ندی بدلې شوی نو بیا ولې نن هاغه د غیرتونو کوټ د نړۍ د بیوزلواو ناچارو هیوادونو په لست کښې شامل شوۍ دا سوال پیدا کیږی چې ولې نن د افغانستان مظلوم ملت د دومره لویو کړاوونو سره لاس او ګریوان دې او د یوویشتمې پیړۍ په آسانتیاوو کې هم دۍ له دې هر څه محروم پاته دۍاو ورځپه ورځ دد ه د ژوند رنګین ګل له ډیرې تندې مړاوې کیږی او له ډیرې بې دردۍ سره پاشل کیږی، له لږ غور او فکر وروسته به څرګنده شی چې د افغان اولس ددې نیمګړنیا بنیادی علت ددوی خپله بیغمی او خپل واک بل ته سپارل دی نن افغان خپل ځان هېر کړې د خپلو نیکونو توره یې ورکه کړې ځکه خو دی د نړۍ په هره لوېشت کې رټل کیږی هر څوک یې په بیلابیلو طریقو چوروی دده هره ټاکنه،هره پریکړه، اوهره کړنلاره د ناکامۍ سره مخ کیږی، نن د افغانستان خلک ژوندی دی خو د دوی د ژوند فیصله د اغیارو په ویناوو کیږی جرګې په خپل واک او اختیار فیصلې نشی کولای،وزیران او او نور حکومتی چارواکی د بهر نه ټاکل کیږی او تر ټاکنې وروسته نوموړی چارواکی بیا د افغانستان لپاره نه بلکه د هغه چا لپاره کار کوی د چا په امر او مشوره چې دوی ټاکل شوی دی همدا رنګه که ځیر شو نو اداری فساداو کار اهل کار ته نه سپارل دملت د ترقۍ په مخ کښې لوی خنډ دی، له بلې خوا دهېواد د کړکېکچنو حالاتو یوبل غټ لامل په هېواد کښې دننه د موجود حکومت او د څو مرورو ګوندونو تر منځ روانه شخړه ده په اصل کښې دغه شخړه یا جنګ د افغانانو خپله شخړه نده بلکه دا هغه جګړه ده چې له پېړیو راهیسې د ځینې غربی اوشرقی هیوادونو تر منځ راروانه ده او روان به وی او ددې پردۍ جګړې له لاسه د افغانستان مظلوم او مسلمان ملت ځوریږی او نشی کولای څو په ازاده او ډاډمنه توګه ژوند وکړی دا جنګ پردیو د خپلو ځانی ګټولپاره زمونږ خاورې ته راوړی او افغان ټبر یې په بېلابېلو برخو وېشلۍ دی، دې جنګ دافغانانو ورونو منځ کې د ترهګری او داسې نورو ډول ډول نومونو او ګوندونو په شکل لوی لوی دیوالونه درولی او په خپله هنداره کښې یې ورته یو بل دښمنان معرفی کړی دی ،په دغه جنګ کښې یواځې حکومت یا یواځې مخالف جنګیالی ګرم ندی بلکې دوړه خواوې پوره پوره ملامت دی ، دواړه یو د بل وینو ته تګی دی او یو بل ورته دښمن ښکاری ځکه خو ددوی نه اصلی دښمن په ځای پاته دی دوی سترګې د دوی د شریک دښمن لخوا داسې تړلۍ شوی دی چې په هیڅ صورت د یو بل حیثیت نشی منلی او ددوی په مخ کښې ددوی دنیا داسې سنګار کړای شوې ده چې د ځان نه پرته ورته بل څه نه ښکاری هر یو وایی چې( میم زر ما ټوله زما) ،خو ددغو ستونزو او کشالو د هوارۍ لاره یواځې اویواځې سوله ده یعنې که دغه چارواکی لږ غور وکړی چې په کوم کشمکش کښې چې دوی بوخت دی له دې نه ګټه څوک اخلی او ددې په ترڅ کښې ځپل کیږی څوک، او که دوی له دغه بیځایه او بیګټوهڅوڅخه لاس واخلی او دواړه د ګردی مېز په خوا کښې کښېنی او ځانود قرآن او حدیث په رڼا کښې وتلی نو یقیناً چې دوی به په خپلو کړنو ډیر پښیمانه وی او هیڅکله به هم ونه غواړی چې په خپله پاکه خاوره کښې دې پردی جنګ ته ادامه ورکړی . دا یو څرګند حقیقت دی چې د افغانستان د دغو بدبختیو او کږلېچونو د حل یواځینۍ لاره ملی یووالی، روغه جوړه او سوله ده، ټوپک او جنګ جګړه دا مسایل نشی حلولۍ بلکې د حلولو په ځای یې نور هم زیاتوی ځکه خو زمونږ سپېڅلی دین اسلام هم په سوله ډیر ټینګار کړای چې لوی مثال یې د حدیبیې سوله ده د کومې په ترڅ کښې چې د مکې عظیم برۍ د مسلمانانو په برخه شوای دی . اوس هم که د افغانستان اوسنۍ حکومت او مخالفې ډلې له روغې جوړې نه کار واخلی نو بیشکه چې دا ټولې مسئلې او دا لوی خنډونه به هوار شی او دوی به په دې وتوانیږی چې افغانستان ته یو ځل بیا په ټوله نړۍ کښې خپل پخوانی حیثیت ورکړی او ټوله مځکه به د افغانانو د دبدبې نه وریږدیږی ، د ټولو شهیدانو ارواګانې به خوښې شې او د یتیمانو،کونډو رنډو او بورو میندو اوښکې به اوچې او دآرمانونو سیلۍبه یې خپلو منزلونو ته ورسیږی . د لوی او سمسور افغانستان په هیله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کارګه دساینسی پلټونولپاره له ځان سره کېمره وړی", "output": "كوچنۍ تصويري كېمره(Video Camera)ددې لپاره استعماليږي چي وانسان ته هغه معلومات وركړي چي لومړى انسان ورتلاى نشي اوكه ورهم شي نوبياڅ ېړنه ورته ناشونې وي، دمعلوماتواومختلفوګټولپاره په ژوبڼ كي استعماليږي، درنګارنګ ناروغيودمعلومولوپه م وخه دانسان وبدن ته داخليږي اوداسي نور... لكه څرنګه چي وحشي ژوي(حيوانات)په ګڼوځنګلونواوليري غ� �نيوسيموكي استوګن دي نوڅېړنه ئې ياخوناشونې ده اوكه وشي نوبيادډېروكړاوونوسره سړى مخامخ كيږي ځكه نوداكوچنۍ كېمره ئې ډېره ګټوره اواغېزمنه لاره ده. داكوچنۍ كېمره دكارګه ترلكۍ لاندي دپښوسره اېښودل كيږي چ داكارګه په ز� �هاوكېلومتره دانسانانوڅخه ليري ځي، عكسونه اخلي اوريكارډنګ كوي بيرته راځي اوهغه معلومات راوړي چي ساينس پوهان په هغوشيانوهيڅ خبرنه وي، هسښونكې خبره داده چي كارګه ددې كېمرې په وړولوسره دهيڅ كړاوسره نه مخامخ كيږ ي اوپخپل عادي حالت سره الوزي اوحركت كوي داكېمره دلومړي ځل لپاره پركارګه پوري نه تړل كيږي بلكه په ۱۹۸۶ كال كي Greg Marshall ګِرګ مارشال ديوسمندري كشف پرشاهم تړلې وه دهمدې مهال راهيسي ساينس پوهانود۶۰ څخه دزياتونوعوژووباندي همداكېمرې تړل شويدي دمختلفومقصدونولپاره لكه: پلټنې، فلم جوړول، تجربه كول اوداسي نو� �... اودايقيناً دساينس پوهانولخواڅخه يوه هېښونكې، په زړه پوري اوبې شانه پومختګ دي چي ددې په مرسته به دپلټونودروازه نوره هم خلاصه شي.اوس پلټنې په دې باندي كيږي چي دمختلفوژوولپاره بايدپه كوم وزن باندي كېمره جوړه شي؟ اوټول ساينس پوهان په دې انددي چي ژوي بايدډېردرانه بارنه كړل شي اودكېمرې وزن بايددژوي په نسبت باندي 5%وي چي اوس په دې ترڅ كي دتيليفونومختلفې كمپنيانې په دې تكل كي دي چي داكېمره ډېره وړه اوډېره حساسه جوړه كړي ترڅوښه استفاده ورڅخه وشي، اوس ساينس پوهان وايي چي دكېمرې وزن بايد ۱۳ ګرامه شي داپه دې چي كارګه په عادي حالت سره وكولاى سي چي حركت وكړي اوپه ښكاركولوكي كومې ستونځې ورته پيدانه شي. داكېمره لكه تاسي چي ئې په شكل كي وينى وړه اوتخميناً ۳۸ دقيقې ريكارډنګ كولاى شي ترڅوئې دابترۍ كارپرېږدي، دمرغه دلكۍ دبڼودحركت په وسيله دابترۍ چارجيږي اودتل لپاره دكاركولوجوګه دي، دكېمرې دريكارډنګ وخت هغه دي چي كله كارګه كښيني اوپه خوراك پيل وكړي، كارګه په يوه ساعت كي په عادي حالت كي ۸ واره خوراك كوي چي په دغه وخت كي عكسونه اخيستل، فلم جوړول اوريكارډنګ كول ډېرښه صورت نيسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګیټس او هیلري د آسیا په دوره را ووتل", "output": "فریاد الله د امریکا خارجه وزیره هیلاري کلینټن نن دجاپان او امریکا ترمینځ دپنځوس کلنې امنیتي ملګرتیا په هکله هاواي ته سفر کوي . هاواي ته دامریکا دخارجه وزیرې هیلاري کلینټن سفر به یو اوږد سفر وي چې لس ورځې به دوام ولري . دامریکا خارجه وزیره به په هاواي کښې له دوې شپې پاتې کیدا وورسته نیوپاپواګینه ته سفر وکړي او له هغه وورسته به نیوزي لینډ او اسټرالیا ته په سفرونو سره خپل لس ورځنی سفر پاې ته ورسوي . داسټرالیا خارجه وزارت ویلي دي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیره به اسټرالیا ته په سفر کښې ددفاعي او دسیمې دامنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړي . له میرمن کلینټن سره په دغه سفر کښې دامریکا دفاع وزیر رابرټ ګیټس هم ملګرتیا کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې طالبانو ځيني کورنه ولکه کړي او جگړه ده", "output": "تيره شپه ناوخته افغان څارگرو ادارو داسي رپوټونه تر لاسه کړي چې د ښار په سويل لويديځه گزرگاه په سيمه کې يو شمير کورونه د طالبانو له خوا ولکه شوي او هغوي غواړي په دولتی تاسيساتو بريدونه وکړي .د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي چې نه ېې غوښتل نوم يي خپور شي شيبه دمخه بينواويب پاڼي ته وويل چې نن د چهارشنبې ورځي په سهار شاوخوا پينځه بجې پوليسو ، ملي پوځ او نړيوالو ځواکونو په سيمه چاپه واچوله او سخت جگړه روانه ده . تر اوسه نده معلومه چې د ب� �يدکونکو شميره څو تنو ته رسيږي خو له سيمي څخه د سپکو او درندو وسلو ډزی تر غوږو کيږي .عيني شاهدان واېې چې دو� �ت ضد وسله وال د گزرگاه سيمي تر څنگ په ولاړ غره کې په ځينو کورونو کی پټ شوي دي .دا کسان په داسي حال کې د دولتي ځواکونو له خوا کلابند شوي چې د اونۍ په سر کې يو شمير وسله والو د افغانستان په يو لړ رسمي م� �اسمو بريد وکړ چې درنده مرگ ژوبله ېې واروله .دا گړۍ سيمه کلابند شوي او گڼ کسان له سيمي څخه تي� �يدو ته نه پريښودل کيږي .مونږ له تاسو سره ژمنه کوو چې ډير ژر درته د دې پيښي تازه جزيات او انځورونه پر ليکه کړو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حکیم الله مسعود: زه ژوندی یم له امریکې نه به خامخا غچ اخلم", "output": "میرویس جلالزی وروسته تر هغه چې د پاکستاني طالبانو د نوي مشر حکیم الله مسعود ژوندي انځورونه تیره شپه د پاکستاني ډان ټلویزیون له خوا خپاره شول اوس هغه شکونه لري شول چې ګواکې نوموړی نور ژوندی نه دی. په تیرو دوو اونیو کې څو څو ځله داسي رپوټونه خپاره شول چې ګواکي حکیم الله مسعود د طالبانو د خپل منځي جګړو له امله وژل شوی دی. حکیم الله مسعود د بیت الله محسود تر مړینې وروسته د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو. حکیم الله مسعود د یکشنبې په ورځ یوه ډله خبریالان ځان ته وروغوښتل او له هغوي سره یې خبري وکړي تر څو دا وښیې چې نوموړی ژوندی او د پاکستاني طالبانو مشري پر غاړه لري. حکیم الله مسعود خبریالانو ته وویل چې دی به د پاکستان په قبایلي سیمو د امریکې د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو غچ هرو مرو اخلي او د پاکستان او امریکې په دننه کې به په امریکایي اهدافو بریدونه کوي. د پاکستاني طالبانو نوي مشر حکیم الله مسعود له خبریالانو غوښتنه کړي وه چې د هغه دغه وینا تر مرکې یوه ورځ وروسته خپره کړي. د حکیم الله مسعود تازه انځور ( له کین اړخه لومړی کس حکیم الله مسعود)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزلتنویر مروت ترخه یادونه د ماضي غذاب دی خدایه رانه واخلي حافظه چې لیونی شم کټ کې پریوزي چې دنزدې شي اې دلبرهچې پوښتنې له دې در په بهانې شمعشق مې جرم دی ګناه مې د دیدن ده لاس تړلی دی حاضرر په استانې شم خوارې وم خاورې به شم ګور ته به لاړ شم یو تحریر به چرته جوړ د افسانې شم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوات كښې يو ښوونځى په بمونو والوزولو شو", "output": "په سوات كښې دانجونو په ښوونځې كښې بمى چاوْدنه شوې چې ودانۍ ته ئې تاوان رسولې خو مرګ ژوبله ئې نه ده رامنځ ته كړې دنامعلومو وسله والو لخوا ګورنمنټ ګرلزهائيرسيكنډرى سكول كبل كښې بم ځاې په ځاې شوى وْ چې زوروره چاوْدنه ئې رامنځ ته كړه چې ټوله سيمه ئې راولړزوله ، دتيرو څو ورځو راهيسې په سوات كښې طالبان دانجونو ښوونځيو ته ليكونه هم غورځولې وو چې ښوونځيو ته ښحينه زده كوونكې په حجاب كښې راځى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سرپل کې د ملى پيوستون سلګونه زره پيسې غلاشوې", "output": "د سرپل ولايت د بغاوې سيمه کې د ملى پيوستون د پروګرام ٤٢٠ زره افغانۍ پرون غلا او دپيوستون دشورا ٨ تنه غړى ټپيان شوي دي . سرپل کې دولتي چارواکو د پېښې پخلۍ کړى او وايى ټپيان د سرپل په مرکزى روغتون کې تر درملنې لاندې دي . د سيمې ځايى اوسيدونکى باور لري ، چې دا کار په سيمه کې دهغه ځايى زورواکى کار دى چې هرڅوک يې ښه پيږنى مګر دويرې له امله چوپه خوله دي ، ځکه نوموړۍ داسې کس دى چې په ولايت کې له دولتى چارواکو سره ښه او ګرمه راکړه ورکړه لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "(دویندویۍ فن ) پنځمه برخه : وروستۍ سپارښتنې", "output": "دعبدالله الهام جمالزي ليکنه پنځمه برخه کله مو چې پورته سپارښتنې ټولې عملي کړې او نور نو چمتویاست چې کار پیل کړۍ نو ددې � �پاره چې نور په کار پیل وکړۍ دا څوسپارښتنې د وروستي یادښت په توګه په یاد وساتۍ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بېنوا ويبپاڼي دوهم کال دي ټولو ته نيمکرغه وي", "output": "اوس مهال چه زموږ ګران افغانستان دډيروسختوحالاتو په درشل کښي قرار لري ،اوهيله لرم چي بينواپاڼه خپل مثبت کردار اوکړنه دافغانستان دولس په ګټه وکاروي زړه ته � �انژدي ځوانانوعبدالله احسان اوخالد هادي تاسو او ټولو هغو همکارانو ته چي د پاڼي سره يې همکاري کړې ده خپلي نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم. دخدای ج څخه هيله لرم چي ډيري کاميابۍ ستاسوپه برخه وي.داچي دبينوا بريښنايي پاڼه دوه کلنه سوه ډير دخوښي ځای دی .ددې دووکالوپه اوږدوکښي دې پاڼي ستاسو اونورو په هڅه او هاند ډيري برياوي ترلاسه کړي دي .بينوا پاڼي دليکونو اومضامينو لمنه پراخه اونوره هم ښکلي سويده.لوستونکي يې ماشاالله ډير سوي دي .زه ديولوستونکي په حيث هيله مند يم چي بينوا پاڼه نوره هم پخه اوپراخه سي اودګرانوهيوادوالوتنده پري ماته سي او خصوصا اوس مهال چه زموږګران افغانستان دډيروسختوحالاتو په درشل کښي قرار لري ،اوهيله لرم چي بينواپاڼه خپل مثبت کردار اوکړنه دافغانستان دولس په ګټه وکاروي . په درناوي ولي شاه طبيب کندهار افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان وايى ١٠ تنه ائيتلافى عسکر يې کنړ کې وژلي", "output": "د طالبانو يو وياند ډاکتر حنيف له خب� �ى رسنيو سره ويلى چې د بريد او جګړې په ترځ کې يې پرون شپه ١٠ تنه ائيتلافى عسکر د کنړ په کوړنګل سيمه کې وژلى دي . د ده په وينا جګړه هغه مهال د دواړو لورو ترمينځ ګرمه شوه چې طالبانود ائيتلافى ځواکونو په کاروان وسله وال ب� �يد وکړ . ائيتلافى ځواکونو په دې اړوند په رسمى توګه څه نه دي ويلى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامدکرزی: بهرني ځواکونه به پس له دې په لوګر کې خپل سري عملیات نه تر سره کوي", "output": "مي� �ويس جلالزی وروسته تر هغه چې په دې ورستیو کې په لوګر ولایت کې د امریکايي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د یو شمیر ولسي وګړو د مرګ ژوبلي خبرونه تر لاسه شول، دا دی اوس ولسمشر حامد کرزي د لوګر ولایت خلکو ته � �اډ ورکړی چې پس له دې به دغلته امریکايي ځواکونه خپل سري عملیات چې د بي ګناه افغانانو د وژلو لامل ګرځي نه تر سره کوي.د لوګر د ولایتي شورا ریس عبدالحکیم سلیمان خیل د دغه خبر پخلی وکړ.سلیمان خیل وویل چې کرزي د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت له یو شمیر مخورو، قومي مشرانو، د پارلمان وکیلانو او سپینږیرو سره د ارګ په ماڼۍ کې د لیدو کتو پر مهال ژمنه وکړه چې د ایتلافي ځواکونو د خپلو سرو عملیاتو مخه به نیسي، دغه ولایت به د هیواد په کچه د دریمې درجې له ولایت څخه دومې درجې ولایت ته لوړوي او په دغه ولایت کې به یو پوهنتون هم جوړوي.ښاغلي سلیمان خیل وویل چې دوي د حامد کرزي له دغو دریو ژمنو سخت خوشهال دي او د لوګر ټول خلګ د خپل جمهور ریس د دغې پریکړې هرکلی کوي.د لوګر خلکو په دې ورستیو کې د بهرنیو سرتیرو له عملیاتو څخه شکایت درلود او له هغه دمخه د پوهنتون نه شتون او د دویمې درجې ولایتونو په کتار کې د لوګر ولایت نه شمیرل هغه ستونزي وي چې لوګریانو به یې تل د هوارولو غوښتنه کوله.لوګر د پلازمیني کابل نژدې ګاونډي ولایت دی چې د تیر کا� � له نیمايي را پدې خوا د دولت ضد وسله والو د فعالیتونو په اصلي مرکزبدل شوی وو خو د روان کال په پیل کې په سلګونو تنه نوي امریکايي سرتیري دغلته ځای پر ځای شول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نصرالله ستانکزی: ځيني کاندیدان اپتدایې سواد نه لري", "output": "جلالزی په افغانستان کې یو شمیر کارپوهانو او د بشر دحقونو مدافعینو د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د کاندیدانو د اپتدایې نوم لړ له خپریدو وروسته په دغه لیست کې د ۴۴ کسانو له ډلي په یو شمیر هغو یې نیوکي کړي او ویره یې ښولي چې روان لیست ته په کتو سره به یو شمیر د جنګي جنایتونو تر سره کونکي او د بشر د حقونو ناقضین په ټاکنو کې ګډون لاره ومومي. تیره ورځ د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ۴۴ کاندیدانو اپتدایې نوم لیست خپور کړ.سیاسي کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ښونکي نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې په دغه لیست کې داسي کاندیدان هم تر سترګو کیږي چې اپتدایې سواد نه لري او د یوې ادارې له کار سره هم بلدتیا نه لري. نوموړي په دغه لیست کې شامل کسان په څلورو ډلو وویشل.ښاغلي ستانکزي وویل چې په دغه نوم لړ کې لومړۍ ډله کسان هغه څیرې دي چې په ریښتیا هم ډیر غښتلي او جدي کاندیدان دي، دوهمه ډله سلیقوي کاندیدان دي، دریمه ډله هغه کاندیدان دي چې غواړي سیاسي معاملې تر سره کړي او څلورمه ډله هم هغه کاندیدان دي چې د بهرنیو هیوادونو په فشار دې ته اړ ایستل شوي چې په ټاکنو کې برخه واخلی. نوم وړي د ټول ټاکنو په خپلواک کمیسیون نیوکه وکړه چې ځيني مسلې یې جدي نه دي ګڼلي او د دغه کار پایله ده چې اوس د بشر د حقونو د یو شمیر ناقضینو او جنګي جنایت کارانو نومونه په دغه لیست کې لیدل کیږي.نوموړي وویل چې که په تیرو اوو کلونو کې د انتقالي عدالت پروسه پلي شوي وای نو اوس به افغانان له دغه حالت سره نه مخامخ کید� �."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قرغزستان: له طالبانو سره د تړاو په تور ۱۶ کسان ونیول شول", "output": "میرویس جلالزی د � �رغزستان هیواد پولیسو نن د یکشنبې په سهار خبر ورکړ چې شپاړس تنه یې په دغه هیواد کې هغه مهال ونیول چې پرې � �ه افغاني او د نورو هیوادونو له طالبانو سره د تړاو شک وشو. پولیس وایې نیول شوي کسان په افغانستان کې روزل شوي او په افغانستان کې یې د یوې مودې لپاره له افغان او ناټو سرتیرو سره جګړه هم کړي چې په دې ورستیو کې قرغزستان ته تښتیدلي دي. نیول شوي کسان د قرغزستان، قزاقستان او ازبکستان وګړي دي. له نیول شویو کسانو څخه پوښتني پلټني پیل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپيغمبر صلى الله عليه وسلم اخلاق", "output": "بسم الله الرحمن الرحيم انس (رض) وايي : لس کاله مې د رسول الله صلى الله عليه وسلم خدمت وکړ، په الله قسم؛چې ماته يې د (اف) په اندازه رټونکې خبره نه ده کړې او په هېڅ کار کې راته نه نه دى ويلې،چې؛ ولې دې داسې وکړ؟ ياولى دې داسې ونه کړ؟راه مسلم اودهمده په روايت کې راغلې دي چې:((وينځې به د پېغمبر(ص) لاس ونيوه اوهرچېرته يې غوښتل ځان سره يې بوولو اوکه چابه ورسره روغبړ وکړ نو خپل لاس به يې دهغه په لاس کېښود ، ترهغه به يې خپل لاس نه پرېښودلو چې سړي په خپله خپل لاس پرېښوده،اوت� �هغه به يې دسړي څخه مخ نه آړوه چې سړي به ترى مخ و ګرځاوه،اوهېڅ کله داسې نه دى ليدل شوى چې خپلې ښپې يې دخپل هم ناستي په لور غزولي وي .عاېشه رضي الله عنها وايي : (( داسې نه دى شوى چې دالله پېغمبر(ص) ته ددوو شيانو دانتخاب اختيار ورکړشوى وي،مګرداچې؛اسانه کاربه يې په کې غوره کاوه خو په دې شرط چې به ګناه نه وه،خوکه به ګناه وه نو بيابه ترټولو ترې ډېرلرې و،اودخپل ځان انتقام ېي نه دى آخيستى،مګر دالله(ج) دحکم دپېمالېدوانتقام به ېي � �خيسته.دالله(ج) پېغمبر (ص)پخپل لاس هېڅوک نه دى وهلى، نه يې ښځه وهلې اونه يې خدمت ګار،[نه يې ماشوم]خودالله (ج) په لاره کې يې جهاد کړى .(( له انس بن مالک(رض) نه روايت دى چې زه دپېغمبرr سره روان وم،اوله بدن نه يې يو پڼداوزيږ څادر راتاوکړى و، چې ديواعرابي سره مخ شو،اعرابي دڅادر له يوې څنډې څخه کلک راونيو اوداسې کلک ټکان يې ورته ورکړ چې دسرو تغمو نښې ما دهغه پر مبارک اورمېږ وليده او ورته يې وويل:اى محمده (ص) ! امروکړه چې دالله(ج) له مال نه راته څه شى راکړل شي! پېغمبر (ص) ورته وکتل،وې خندل او امر يې وکړ چې ورسره مرسته وشي .له عاېشې نه روايت دى :(( الله(ج)نرم چلند والا اومهربانه دى ، اونرم چلند اومهرباني خوښوي اودنرمۍ اومهربانۍ په بدل کې هغه څه ورکوي چې په سختدلۍ اوپه زړه کراړي نه ورکوي )). مسلم . په بل روايت کې داسې راځي :(( داجوته خبره ده چې نرمي اومهرباني چې په هرشى کې وي نوښکلا وربښي ، اوچې په هرڅه کې نرمي اومهرباني نه وي هغه بد� �نګه اوبدشکله کوي )).له جرېر(رض)نه روايت دى چې رسول الله(ص) فرمايلي دي : (( يقيناً چې الله کوم شيان د نرمۍ اومهربانۍ په بدل کې ورکوي دکمعقلۍ اوحماقت په بدل کې نه ورکوي )).کله چې الله(ج) له کوم بنده سره دوستي وکړي ، نو نرم خوى ورته ورکوي، اوهره کورنۍ چې له نرم چلنۍ اوله متقابلې مهربانۍ څخه محرومه شوه؛له ټولو ښيگڼو څخه محرومه بى برخې ده.الطبراني .له عاېشې رضي الله عنها نه پوښتنه وشوه :دالله پېغمبر(ص) په خپل کورکې څۀ بوختيا لرله؟هغې وويل:((په کورکې دخپلې کورنۍ په خدمت کې بوخت و،اوکله چې به دلمانځه وخت شواودس به يې وکړلمانځه ته به راووت.انس وايې:دالله پېغمبر(ص) ترټولوخلکو دلوړې اخلاقي کچې خاوندو.زما يو تي خور ورور چې نوم يې ابا عمېرو، يوه ناروغه چڼچڼه چې نوم يې نغير وهم ورسره و،د الله(ج) پېغمبر (ص) به ورسره خوږلني ( خوش طبيعتي)کوله اوورته ويل به يې:ابا عمېره نغيرڅه وکړ؟ )) د پېغمبر(ص) ددرنوخويونويوڅو بېلګې:د الله (ج) د پېغمبر(ص) په اخلاقوکې دامشهوره ده چې سخي و په هېڅ شي کې يې هېڅ کله هېڅ ډول بـخل يې نه دى کړى، زړور وه له حقې وينااوحق کارڅخه هېڅ کله په شاشوى نه دى،عادل ودفېصلې په کولوکې يې هېڅکله ظلم نه دى کړى ، دخپل ژوند په ټو� �وپړاوونوکې پوره ريـښتينى اوامانتکارواوالله تعالى مسلمانانوته امرکړى چې په پل يې پل کېږدي اوپه عطرينه شم ائلو،اوصفاتو سره يې ځانونه خوږبويه اوسينګارکړى.الله(ج) فرمايلي:((اِنَکَ لَعَلَى خُلُق عَظِيم))يقينا ته په ډېرو لوړو اخلاقو برابريېقاضي عياض ويلې دي:پېغمبر(ص) ترټولو خلکو ښائسته و، ترټولو خلکو سخي و، ترټولوخ� �کوډېرزړور و يوه شپه ناڅاپه غږ وشو دمدينې ټول خلک ورږدېدل، ځېنې خلک دآواز په لور وخوځېدل دوى لا نه و ورسېد� �ي؛چې رسول الله(ص) داوازله ځايه په داسې حال کې بېرته راستون شوى و خبره يې معلومه کړې وه دابوطلحه په لغړ اس باندې سپورتوره په غاړه ځوړنده اوپرخلکويې غږ کاوه چې پام!ونه ډارشئ!حضرت علي کرم الله وجهه وايي:(( کله چې به جنګ زور ونيوه اوسترګې به مو دجنګ له هېبته سرې شوې،درسول الله(ص) خواته شاته مو ځان پټاوه،اوددښمنانو بريد� �يکوته ترټولو نږدې و).جابر بن عبد الله وايي:رسول الله(ص) دغوښتنې په ځواب کې نه،نه دي ويلې.بي بي خديجه رضي ا� �له عنها رسول الله (ص)وويل: انک تحمل الکل وتکسب المعدوم وتعين على نوائب الحق )).(( يقيناً چې ته داړم نواړتيا پوره کوې،هغه کارونه ترسره کوئ چې نورخلک ورسره نا آشنا دي اودحق پالو سره مرسته کوې)). [ اويازره د� �همه روپۍ ورته راوړل شوې، ټولې يې پرپوزي کېښودلې اوداسې يې ووېشلوچې هېڅ سوالګر ترې نا امېده نه دى تللى تردې چې � �وپۍ خلاصې شوې .يوکس ورته راغى اوڅه يې ترى وغوښته،ده ورته وويل: اوس خو څه راسره نه شته،پوروړى دې شوم که څه لاس ته راغله دربه يې کړم.حضرت عمرورته وويل: په هغه څه الله (ج)نه يې مکلف کړى چې توان يې نه لرې!داخبره پرپېغمب� �(ص)ښه ونه لګېده،دانصارو يوه سړي ورته وويل:اى د الله(ج) پېغمبره(ص)! لګوه اومصرف کوه!مه ډارېږه!دعرش خاوندلږ نه درکوي،درسول الله (ص) پر[مبارکو]شونډو مسکاخوره شوه،اودخوشحالۍ نښې يې پرمخ راوځلېدې اووې ويل:د همدې خبرې په پلي کولوراته امرشوى. د الله (ج) پېغمبر(ص) به دخپلو ملګرو سره مينه کوله اوځان به يې ترې نه ګوښه کاوه دهرقوم مشر به يې نازوه، اودمشرپه توګه به يې پرخپل قوم و ټاکه)).((،پرته له دې چې چاته ټنډه تروه کړي يابدخويې ته لاس پورې کړي،له خلکونه به يې ځان خوندي کاوه اوتل دځان دفاع ته چمتوو)).((دخپلوملګروله حاله به يې ځان خبراوه،دمجلس ه� �غړي ته به يې وخت ورکاوه،اوهريوه به داسې انګېرله چې دى ترټولو دالله پرپېغمبر(ص) ډېرګران دى)).څوک چې به ورسره کښېناست يابه يې خپله اړتياوروړاندې کړه،دزغم توصيه به يې ورته کوله، اوترهغه به ورسره کښېناست چې په خپله خوښه به ترې بېرته ولاړ)).چاچې به ترې سوال وکړ نه به يې نا امېده کاوه، اوکه څۀ به ورسره نه ونوپه پسته اوخوږه خبره به يې رخصتاوه)).ددومره پراخې حوصلې اودرانه خوي خاوندو چې ټولو خلکو به ترې گټه پورته کوله، دپه خپلوم� �ګروکې پلارغوندې و، اودحق پرځاى دده په وړاندې ټول يوشان و.پېغمبر(ص) به همېشه خوښ ښکارېده، طبيعت يې ازاد اوخوى يې نرم و نه بدويونکى او غوسه ناک و،نه چېغې وهونکې، بدويونکى، پړه آچوونکى او ستايونکى نه و، څه شى چې به يې نه خوښېده ځان بۀ يې پرى ناګاره کړ، اوهېڅوک ترې نه نا امېده کېده )).بي بي عاېشه رضي الله عنها وايي: ترپېغمب� �(ص) هېچا ښه خوى نه درلوده،داسې نه دى شوى چې ملګري اودکورغړي ورته غږکړى وي او دى نه وي ويلى چې:((هرخدمت ته تياريم)).جريد بن عبدالله(رض) وايي:له هغه وخت راهسې چې زه مسلمان شوى يم رسول الله(ص) ځان رانه نه دى پټ کړ� �،اوزه چې يې ليدلى يم هرومره يې پرشونډومسکاخوره شوې ده.خپلوملګرو سره به يې ټوکې کولې، ناسته ولاړه اوراشه درشه يې ورسره کوله،ماشومان به يې لوبول اوپه غېږ کې به يې رانيول))دآزاد، غلام، وينځې، اوبېچاره بلنې ته بۀ و� �تلو اودمدينې لرې ځاى کې دناروغ پوښتنې ته ورتله اوچاچې به ورته عذر وړاندې کړه دهغه عذربه يې منلو)). حضرت انس (رض) وايي: داسې نه دى شوى چې رسول الله(ص) سره چاپټه خبره کړى وي او د الله (ج) پېغمبر(ص) ترې خپل سر لرې کړى وي، ترهغه چې راز ويونکى په خپل سرنه لرې کاوه.داسې هم نه دى شوى چې رسول الله(ص) ته چالاس ورکړى وي، اودى له هغه م خکې لاس ايله کړي وي. اوڅوک چې په ورسره مخامخ کېده دى به په سلام اچولوکې ترى مخکې کېده اوپه روغبړ کولو کې به ېي اول دى لاس وړاندې کاوه.داسې هم نه دى ليدل شوى چې دخپلو ملګرو په مخ کې يې ښپې غزولې وي اوپه هغوى باندې يې ځاى تنګ کړى وي. هرڅوک چې به ورکره راغى درناوى به يې کاوه خپل څادر به يې ورته هواروه اوخپل بالخت به يې اېښوده چې پرې کښني،اوکه له کښېناستلو څخه انکار وکړ نودى به دهغه په کښېنولو ټېنګارکاوه چې پربالخت کېني.دخپلوملګ� �و يې دعزت لپاره به يې کنيه نومونه پرې اېښودل اوپه غوره اوپه زړه پورې نومونو باندې به يې رابلل.دهېچاخبره به يې په نيمايې کې نه پرې کوله،خوکه ورانه خبره به چاوکړه، يابه يې ورباندې خبره بندوله اويابه له مجلسه تله.((� �ه حضرت انس (رض) نه روايت دى چې : چاچې به د الله(ج)پېغمبر(ص) ته هديه راوړله نو بيا به يې وويل: دغه هديه پلانۍ ښځې ته يوسئ چې دخديجې ملګرې وه اوخديجه ورسره مينه لرله )).له عاېشې رضي الله عنها نه روايت شوى دى چې : (( دهېڅ يوې ښځې په مقابل کې ماته دومره غېرت نه دى راولاړشوى لکه چې دخدېجې په مقابل کې راولاړشوى اوداځکه چې مابه له رسول ا� �له(ص) نه دهغې زياته ستاينه اورېدله کله چې به يې پسه ذبح کوله نو بيابه يې دهغې ملګرو ته ډالۍ کوله، اوخوريې يو ورځ کورته دراننوتو اجازه وغوښتله رسول الله(ص) يې په ډېر خوښۍ سره ښه راغلاست ته ورغى.يو ورځ يوه ښځه راغله، پېغمبر(ص)په ورين تندي ورسره ستړي مشي وکړه اودحال احوال څخه يې پوښتنه وکړه، کله چې ښځه ووتله پېغمبر(ص) وويل: خديجه چې ژوندۍ وه دازمونږ کره راتلله اويقيناً وفاداري او دژمنې ترسره کول دايمان يوه نښه ده)).دخپ� �وانو سره يې خپلولي ټينګوله پرته له دې چې پرغوره اوبهتره کسانو ورته لوړمنصب ورکړي.ابي قتادة وايي: (( کله چې دنجاشي له خوا جرګېزه ډله راغله، پېغمبر(ص) په خپله دهغوى خدمت ته مټې راونغاړلې، ملګرو يې ورته وويل: ستا پ� �ځاى يې مونږ خدمت کوو.پېغمبر(ص) ورته وويل: دوى زمونږ دملګروعزت اودرناوى کړى دامې خوښ دى چى بدله يې ورپوره کړم .حضرت ابي امامة وايي: رسول الله r په خپلې امساتکيه وهلې وه ، اومونږ ته راووت ، اومونږ ورته ودرېدلو. هغه وويل:عجميانو په څېرمه درېږئ هغوى چې ديوبل درناوۍ کوي دريږي،او ويې ويل:زه بنده يم دبنده په څېر خورم. اودبنده په څېر کښېنم )).اوخاکساريې دومره زياته وه چې پرخره سورېده، اوبل کس به يې هم له ځان سره سپروه، دبېچا� �ه ګانو پوښتنه به يې کوله، دفقيرانو سره يې ناسته ولاړه کوله، دخپلوملګرو سره ګډ ګرځېده ، او دمجلس په خالي څن� �ه کې کېناسته. حج ته دتلو پرمهال درسول الله (ص) پرآسپې باندې يوزوړ زين و، اودزين له پاسه داسې يوټوټه پرته وه چې څلور روپۍ يې قيمت و او ويل به يې:الهي !دداسې قبول شوي حج توفيق درنه غواړم چې دځان ښودنه اودخ� �کو خبرېدل په کې هدف نه وي. دمکې دسترې سوبې پرمهال اسلامي لښکر سره په داسې حال کې ورننوت چې سرمبارک يې داسې ځوړند نيولى ووچې تابه وويل چې اوس به له اس نه راپريوځي اوپه دې سره يې الله تعالى ته خپله خاکساري ښود� �ه. چوپتيا يې ډېره اوږده وه ، له حاجت نه پرته نه غږېده چاچې به بې ځايه خبره وکړه مخ به يې ترې بله خوا را وګ� �ځاوه.پوره خندايې مسکاوه ، خبرې يې بېلې بېلې وې، نه ډېرې اوږدې اوبې ځايه وې، اونه لنډې اوبې مفهوم وې.دملګروخندا هم دده په خواکې له مسکا نه تجاوز نه کاوه، اودده دعزت درناوى تابعداري لپاره وه.مجلس يې دعقلي کړنلارې ، ښېګڼو او دامانتونو مجلس و،له اندازې لوړى خبرې پکې هم نه کيده ، دچاپت به پکې نه لوټيده ،کله چې به غږېده دمجلس دمجلس ټولو افراد به داسې سرونه ټيټه کړل اوداسې به چبپ شول ، لکه چې مرغان پرې ناست وي.دتګ په وخت کې به يې پو� �ه قدمونه اوچتول ، دتګ نه يې داسې معلومېده چې نه ستومانه دى اونه لټ.ابي حاله ويلي دي: په څلورو شيانو کې به � �سول الله(ص) چپ وو: بردبارى ( حلم ) دځان ژغورنې او احتياط په وخت کې، دکارونو دسمون لپاره، دسوچ اوانديخنې � �پاره حضرت بي بي عاېشې رضي الله عنها ويلي دي : دالله پېغمبر(ص) داسې غږېده چې اورېدونکي به دشوي خبرې دکليماتو په شمېر کې نه غلطېده.پاکې اوخوږبويي يې ډېره خوښوله اوډېره به يې استعمالوله .په داسې حال کې چې بې شمېره دنيا و� �ته راتلله، اوپرله پسې فتحې يې ترلاسه کولې خوددنيا يې مخ واړوه اوپه داسې حال کې وفات شوچې دخپلې کورنۍ داړتياوو دپوره کولو لپاره يې زغره ديهودي سرګرو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوولې زما نه شې؟", "output": "ته زما دژوندبقاشې زما روح شې زماساه شې زه مطرب دزمانې شم ته مې سازشې اونڅاشې زه غربت وهلی تن شم ته مې په وينه په رګونوکې خواره شې زه يوتږی شان بوراشم ته دسروګلوغونچه شې زه ټول ښکلي دام کې ګيرکړم خويوته پکې تنهاشې زه واړه ښايستونه سره يوکړم بياهم ته ترينه سواشې نواوس ووايه جنانه نواوس ووايه جنانه چې مې تن اوهم مې ساه شې چې زما دژوندبقاشې لکه وينه مې رګونوکې خواره شې له نشې ډکه پياله شې چې ساقي مې دښايست شې چې دمينې ميخانه � �ې چې په دې مجازي ژوندکې حقيقت دمحبت شې نوپه همره پيوستون کې اې جنانه وايه ولې زما نشې وايه ولې دبل چاشې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نور یی مه ورانوی", "output": "نور یی مه ورانوی ډیروران شوی دی هیوادمو، نوریی مه ورانه ویء دالوی میراث دی د اجداد مو، نوریی مه ورانه وی ء په لوټو لوټو بدل شوی زړه دی نه رحمیږی سر پناه نه شته د اولاد مو ، نور یی مه ورانه وی ء که ورانکاروته لمن مو غوړه ولی په ژوند ناهیلی شوی عرض او داد مو ، نوریی مه ورانه وی ء دا ژړاګانی د خورانو غریبانو نه اوری ؟ کڼیږی غوږ په هر فریاد مو ، نوریی مه ورانه وی ء د افغان وینه وینه تویه شوی پر نا حق ملګرو کله هیریږی دا رویداد مو ، نوریی مه ورانه وی ء چی په رښتیا کی مو رښتیا هروخت ویلی درته بس ټکوی فکر ازاد مو ، نوری مه ورانه وی ء د نورو وشوی خو زموږ ارزو تر سره نه شوی دی تباه شوی هر مراد مو ، نوریی مه ورانه وی ء د انتخار او د فساد سره نور نه جوړیږو غوښي خوړلی دی فساد مو، نوریی مه ورانه ویء چی ، منت بار، ژوند ته مو چا کله پلته وهلي زړګی تراوسه دی نا ښادمو، نوریی مه ورانه ویء"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پیښور: قومي مشر د ماین په چاودنه کې سخت ژوبل شو", "output": "میرویس جلالزی د پښتنو یو قومي مشر اورنګ زیب خان تیره ورځ په پیښور کې د ماین ښکار شو. په دغه چاودنه کې چې دنوموړي پر موټر وشوه د هغه څلور ملګري هم سخت ژوبل شوي دي. اورنګ زیب خان د سرحدي سیمو اوسیدونکی دی او د حکومت پلوه ځواکونو په طرفدارۍ فعالیت کوي. پولیس وایې چې ښایې دغه ماین د طالبانو له لوري د هغه د له مینځه وړلو په موخه ځای پر ځای شوی وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عبدالله ! دنبوره دې څه وایي؟", "output": "د اسد میاشتې د۲۹ نیټې له ټاکنو څو ساعته وروسته د دړې وړې شوې په اصطلاح ملي ټلوالې پخواني او دعبدالله اوسني ویاند فاضل سنګچارکي په ډیرې خوښۍ سره د ښاغلي عبدالله دبري زیري ورکړل ،ده له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې کاندید یې په بغلان ،بامیان جاغوریو او ... ډیرې رایې وړې او دټاکنو ګټونکی دی خو په سبا چې دهیواد له مختلفو برخو څخه دټاکنو دمرکزونو رپوټونه ځینو رسنیو خپاره کړل سنګچارکي او ډاکتر صاحب عبدالله پوه شول چې په څومره اوبو کې ولاړ دي نو بله لاره نه وه ،هڅې یې پیل کړې چې دخلکو په وینو ترسره شوې انتخا بات بدنام کړي ، هغه و ، چې بهرنیو او داخلي ځینو رسنیو او دعبدالله دکمپاین چلوونکو دټاکنو دبد نامولو لپاره مټې را ونغښتې ،دوی په دې برخه کې دپردیو په مرسته خپلو موخو ته ورسیدل او دافغانستان ټاکنې یې چې ددولت دوسله والو مخالفینوله ګواښونو سره سره خلکو پکې برخه واخیستله ، له پوښتنو سره مخ کړې ، پخپلو پروپاګندو سره یې حالات دې حد ته ورسول ،چې په دغو ترینګلو حالاتو کې یې زموږ خلک یو ځل بیا دې ته مجبور کړل چې درایو مرکزونو ته ولاړ شي او یو ځل بیا رایه ورکړي.دټاکنو لپاره لا تیاري روانې وې چې دعبدالله ملګرو هسې خوشې بهانې جوړولې ،دوی له هماغه پیله پوهیدل چې ټاکنې نه شي ګټلای نو باید بهانې ولټوي یوځل خو دعبدالله دکمپاین مسوول ستار مراد دا اخطار هم ورکړ چې که ټاکنې ونه ګټي نو خپل بړیڅي به له وسلو سره لارو او کوڅو ته را وباسي او وسله والې قهرجنې مظاهرې به وکړي او دکابل خلکو ته به د۱۳۷۱ کال ترخې خاطرې یوځل بیا ورپه یاد کړي ،کله چې دستار مراد دغه غیر مسوولانه خبرې دخلکو له کلک غبرګون سره مخ شوې نو بیا خپله عبدالله دهغه خبرې رد کړې دوی پوهیدل چې خلک نه غواړي د۱۹۹۲ کال بد مرغې تیارې بیا وویني خلک نه غواړي چې د جوزا داتمې د مظاهرو په څیر یې شتمني چور او تالان شي، خلک نه غواړي بیا د جنګ سالارانو دټوپک بد مرغه سیوری وویني، نو ځکه یې دهغه خبرې ددنبورې ګډې وډې نغمې وبللې او پخپله یې رد کړې.اوس بیا چې انتخابات دوهم پړاو ته یووړل شول او دافغانستان جمهور ریس حامد کرزی سره له دې چې دټاکنو دلومړي پړاو وړونکی و،دټاکنو دوهم پړاو هم ددموکراسي دبنسټیزه کیدو او دهیواد دملي ګټو په خاطر په ورین تندي ومنل او ښاغلي عبدالله عبدالله هم دهغو هرکلی وکړ او ډیر ورته خوشحاله و،خو وروسته یې چې ښه چورت وواهه او پوه شو چې رایه ورکوونکي خو هغه دي چې تیر ځل یې رایې ورکړې وې ، نوبیا دده او دده دکمپاینرانو خبرې سره بیلې شوې ، تیره ورځ دده دکمپاین یوه غړي احمد بهزاد وویل چې که د ټاکنو دخپلواک کمیسیون په مشرتابه کې بدلون رانه شي نو دوی به ددوهم پړاو په ټاکنو کې برخه وانه خلي ،دې خبرو ما ته د ( ما چې میګوییم دنبوره ما چې مې ګوید)متل را یاد کړ .یوه دوه ورځې وړاندې عبدالله عبدالله خوشحاله و،او اڼ له ډیرې خوشحالي یې دافغانستان جمهور ریس حامد کرزي ته هم ټیلفون کړی و، خو اوس یې له دنبورې نورې خبرې اورو.له دې څخه څرګندیږي چې دوی پخپل بري دپخوا په څیر باور نه لري او هسې بهانې لټوي ، که په تیرپړاو ټاکنو کې دکاندیدانو شمیر زیات نه وای نو عبدالله عبدالله به اوس له حامد کرزي وروسته دوهم کاندید نه و.ځکه دنورو کاندیدانو رایې وویشل شوې هغه درغلۍ چې په پراخه پیمانه دعبدالله په ګټه وشوې هغه لا یوې خواته پریږده.دعبدالله دغه لړزانده او ګډوډ دریځ سړي ته دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو دپخواني استازي بنین سیوان خبرې وریادوي چې هغه وخت یې له رسنیو سره کړې وې . بنین سیوان دملګرو ملتونو له خو دافغانستان لپاره استازی ټاکل شوی و،تر څو دافغانستان مسله هواره کړي بنین سیوان به سهار کابل او مازدیګر پاکستان ته،ته. تر څو دهغه وخت دحکومت او تنظیمونو دمشرانو دریځونه سره نږدې کړي او دیوه لنډمهاله حکومت لپاره لاره هواره کړي خو له دې ټولو منډو ترړو سره سره دهغه هلو ځلو نتیجه ورنکړه، کله چې له بنین سیوان څخه لامل وپوښتل شو په ځواب کې یې وویل چې سهار په پاکستان کې دتنظیمونوله مشرانو سره په یوه خبره هوکړه وکړو چې کابل ته راشم دافغان حکومت هوکړه واخلم او موضوع حل شي خو چې بیرته مازدیګر پاکستان ته ځم دتنظیمونو مشران له خپلو تیرو خبرو پښیمانه وي او نوې خبرې کوي ، چې بیا دنویو خبرو په اړه هوکړه وشي بله ورځ بیا ددوی دریځ بدل شوی وي ځکه خبرې کومې پایلې ته نه رسیږي.او د ۱۹۹۲ کال په جګړو کې دجګړو لپاره دتنظیمونو بهانې لا دټولو هیواد والو په یاد دي.اوس هم دمحترم عبدالله د دریځ داسې ژر ژر بدلون او د بیلا بیلو بهانو راوړل سړي ته هغه تیرې ترخې خاطرې وریادوي، اوس چې دده کمپاین کوونکي وایي چې ترهغو چې دټاکنو دخپلواک کمیسیون په مشرتابه کې بدلون نه وي راغلی دوی به دټاکنو دوهم پړاو ته ولاړ نه شي ، دقانون خلاف خبره ده ځکه دقانون له مخې که دټاکنو په لومړي پړاو کې کوم کاندید پنځوس جمع یو رایې ونه ګټي ټاکنې دوهم پړاو ته ځي او باید په دوو اوونیو کې نوې ټاکنې ترسره شي.که دوی همداسې یوپه بل پسې بهانې وتراشي او په ټاکنو کې برخه وانه خلي په هغه صورت کې لومړی کاندید لکه څنګه چې په لومړي پړاو کې بریالی و، په دې پړاو کې هم بریالی دی او ددوی بهانې کوم ځای نه نیسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان په باب د آسيا فونډيشن څيړنه (رپوت)", "output": "ژباړه: م.ج د آسيا بنسټ په نامه یوې نړیوالي ټولنی د افغانستان دحالاتو په اړه نوي نظر پوښتنه کړي او د دې نظر پوښتنې پایلې نن خپرې شوي دي . د Asia Foundation په دې څيړنه کې له 6000 افغانانو څخه بیلا بیلي پوښتني شوي دي او زیات کسان دخپل ملک رات� �ونکي ته خوش بين نه دي.ډیرو افغانانو ویلي تر ټولو لویه اندېښنه یې په هیواد کې روانه ناامني ده. سروی واېې په تیرو دوو کلونو کې د هغه افغانانو شمیر زیات شوی چې د خپل ملک آیندې ته خوشبین نه دي.سروې معلومه کړې چې د درېو نه یوه برخه یا ٣٢ فیصده افغانان فکر کوي چې ملک یې په غلطه خوا روان دی. په ٢٠٠٦م کال کې د څلورمه ب� �خه افغانانو یا ٢١ فیصده افغانانو دغه ډول اندېښنه څرگنده کړې وه.په عین وخت کې، له هغو افغانانو نه چې په سروې کې ورڅخه پوښتنه شوې، ٣٨ فیصدو ویلي چې هیواد یې پر سمه خوا روان دی. په ٢٠٠٦م کال کې ۴۴ فیصده افغانانو دغه خوشبیني لرله چې اوس یې اندازه شپږ فیصده راکمه شوې ده.ډیرو افغانانو ویلي تر ټولو لویه اندېښنه یې په ملک کې روانه ناام ني ده. ددې میاشتې په پیل کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردک وویل، په د تندروانو په حملو کې د زیاتوالي له آمله د طالبانو د پرځېدو را وروسته ٢٠٠٨ تر ټولو خونړی کال و.دغه سروې د آسیا بنیاد په نامه یوې مؤسسې کړې ده. ددغه کلنۍ سورې لپاره په ټولو ٣۴ ولایتونو کې له ٦٥ زرو سړیو او ښځو سره د روان کال په منځنیو شپو ورځو کې مرکې شوي دي. ډیرو افغانانو شکایت کړی دی چې د ملک کې یې د زرگونو نړیوالو عسکرو د موجودیت او د میلیاردونو ډالرو م� �ستو سره سره، ناامني ورځ په ورځ زیاتیږي او اداري فساد او رشوت خپلې لوړي کچې ته ختلی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان د کابل د الوزولو پلان لري (د سنجر ژباړه )", "output": "کابل د طالبانو د پسرلنیو بریدونو په سر کې دی منبع: ډیلي ټیلګرافژباړه او ترتیب : سنجر د طالبانو مشرانو خبر داری ورکړی چې په راتلونکي پسرلي کې به په پلازمینه کابل باندې خپلو بریدونو ته زور ور کړي ، ولسي وګړي به د ځانم� �ګو بریدونو موخه وګرځوي او پلازمیني ته به غزیدلي لوي لاري د خپلو چریک بریدګرو په مټ وتړي . لویدیځ میشتو څارګرو ادارو ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې دوي داسي استخباراتي معلومات تر لاسه کړي چې ګواکي طالبان غواړي په راتلونکي کال کې په مشخص ډول په کابل باندې فشار راولي، په هغه ښار کې چې په ۲۰۰۷ کال کې دیرش ځانم� �ګي بریدونه وشول .ورځپاڼه د ناټو تړون له یو شمیر چارواکو په حواله لیکي چې ښایې د دې بریدونو شمیره په روان زیږدیز کال کې ۱۰۰ ته وچته شي. ګمان کیږي چې د راتلونکي کال لپاره به طالبان په کابل باندي دخپلو ب� �یدونو په شدت وغواړي د دې ښار د اوسیدونکو اقتصادي حالت کړکیچن کړي او بهرنیو ځواکونو ته دا زنګ وکړنګوي چې نور نو په افغانستان کې پاتي کیدو ته زړه ښه نکړي . غربي ډیپلوماتانو او د خیر ښي ګڼي لویو م وسسو د کابل سرینا پر هوټل له بریدو وروسته خپل مرکزونه له ګڼ میشته سیمو څخه نورو خوندي ځایونو ته کډه کړي دي. د پلازمینې کابل په دننه کې د تیرو شپږو کلونو په پرتله اوس داسي ښکاري چې ګواکي په راتلونکي پس� �لي کې به په دې ښار کې سخته جګړه پیلیدونکي وي دا ځکه چې هره خوا حکومتي او ناودلتي ادارې د خپلو دخولي دروازو تر مخ د شګو او کانکریټونو دیوالونه جوړوي . له یو ناڅرګند ځای څخه د ټلیفون پر لیکه د طالبانو یو مشر چې خپل نوم یې ابوطیب ښود ډیلي ټیلګراف ورځپاڼی ته داسي وویل: ( د راتلونکي پسرلي لپاره، زمونږ پلان دا دی چی د خپلو ۷ تر ۸ زرو جنګیالو په مټ د کابل ښار کلابند کړو ، او دې ښار ته ټولي غزیدلي لاري د تګ را تګ پر مخ وتړو). نوموړي وویل چې زمونږ شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځانمرګي بریدکونکي دا دنده لري چې د ښار دننه خپل بریدونه پیل کړي او په دې بریدونو کې به یوازي ځانمرګي نه بلکه چریکي هم شامل وي چې د همدي ځانمرګو له خوا به تر سره کیږي. په افغانستان کې بهرني قوماندانان په دې باور دي چې په ملکي وګړو باندې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو زیاتیدل به له بهرنیو سرتیرو سره مرسته وکړي چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د ملکي افغانانو ملاتړ هم له ځان سره کړي. د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي بیا وایې چې مونږ د بهرنیو سرتیرو او هغو افغانانو تر منځ توپیر نه وینو چې � �ه هغوي سره کار کوي ځکه هغوي ټول د ښکیلاکګرو ځواکونو سره دندې لري او مونږ به هغوي ووژنو، مونږ به د هغو پر استوګن ځایونو او کارځایونو بریدونه وکړو. په همدې حال کې بیا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیم ی هم د طالبانو له ځانمرګو بریدونو خپله ویره څرګندوي .هغه وایې :( مونږ د ۲۰۰۸ کال په لړ کې تر هر بل څه د طالبانو د ځانمرګو بریدونو څخه ویره لرو ). مخ پر زیاتیدونکي تشدد په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې د پانګې اچوني بهیر هم ټکنی کړ. د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وایې ښایې طالبان کابل ته په غزیدلو لارو زم ونږ او بهرنیو سرتیرو په کتارونو ګوریلایې بریدونه وکړي خو د ښاغليعظیمي پر وینا طالبان دومره غښتلي ندي چې پلازمینې ته غزیدلي لوي لاري وتړي . د کابل- کندهار لویه لار په وار وار تیر کال د طالبانو په ب� �یدونو کې بنده کړای شوي وه .طالبانو د دې لوي لاري په مختلفو برخو کې د کورنیو او بهرنیو مرسته کونکو ادارو په کتارونو مرګوني بریدونه وکړل. د سادات خان په نامه له یوې بهرنۍ موسسې سره افغان قراردادي وایې چې تیر کال د کابل- کندهار پر لویه لاره د هغوي په څولیښت موټریز کتار د طالبانو له خوا برید وشو چې یوازې ۱۲ م وټر ترینه روغ ووتل نور ټول یا وسوځول شول او یا هم د راکټو په ګولیو ټوکر ټوکر شول . سادات خان په موسکۍ خوله ډیلي ټيلګراف ته وویل : ( زه طالع مند وم چې زمونږ ټرک موټر هم ګولۍ وخوړي خو د طالبانو له مونګولو خلاص � �و). له کابل څخه تر غزني ولایت پوري په شاوخوا ۱۳۰کیلومټره څړک د سفر پر مهال د څړک دواړو غاړو ته خال خاص هغه ګاډي ښکاري چې د طالبانو په بریدونو کې سوځيدلي دي. د میدان وردګو د ولایت د پولیسو د یو ټولګي م شر چې د لویې لاري د یو برخې د ساتلو دنده لري وایې وروستی برید چې د طالبانو له خوا پر دوي شوی لس ورځي دمخه وو، نوموړی خپل رینجر موټر ته اشاره کوي چې ګڼ شمیر د مرمیو داغونه پري له ورایه ښکاري. څه موده وړاندي د س� �وبي په سیمه کې د کابل- جلال آباد پر لویه لاره د ایټالوي سرتیرو په یو کتار چې له بشري ماموریت څخه را ګرځيدلی وو د طالبانو له خوا برید وشو . د طالبان دې پلان ته په کتو چې وایې کابل ته پر غزیدلو لویو لارو به خپل ب� �یدونه شدید کړي دا د هغوي د پسرلنیو عملیاتو د پیل یوه پیلامه بللای شو.په افغانستان کې د ناټو تړون چارواکي وایې چې دوي په راتلونکي پسرلي کې پر پلازمینې کابل د بریدونو د مخ نیوي لپاره داسي پلان لري چې د خپلو سرتیرو یو شیمر ټولګي د ښار له دننه څخه وباسي اود پلازمیني په حاشیو کې یې مستقر کړي . ناټو وایې چې د هغوي د دې سرتیرو خلا به د افغان ملي پوځ نوي فارغ شوي سرتيري ډکه کړي، ځکه افغان سرتیري تر اوسه دومره وړتیا نلري چې په موثر ډول له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې وجنګیږي.افغان حکومت هیله لري چې د راتلونکي هجري لمریز کال په پیلیدو سره د پلازمیني کابل امنیت په هر قیمت چې وي خوندي وساتي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان نامتو شاعر او ليكوال محمد هاشم", "output": "ګرانو دوستانو په لنډ متن کي تر معين وخت پوري څه مه ليکی (انا لله و انا اليه راجعون) په خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان نامتو ليکوال او شاعر محمد هاشم زماني د غبرگولي په 19 نيټه د امريکې په کليفورنيا کي وفات شو.ښاغلى محمد هاشم زمانی په 1308 کال د استقلال دڅلورمې جبهې(چترال) د فاتح(لوى خان غازي مير زمان خان) کره زيزيدلى وو.دى لا ماشوم او د زده کړې په حال کې وو چې له خپلې ټولې کورنۍ سره د سياسي زندان ميلمه شو. ديارلس کاله ئې د زندان دتورو تمبو شاته تېرکړل او اته(8) کاله ئې په هرات کې سياسي تبعيد وګاله. زماني صاحب په زندان کي د هيواد له لوی مشروطه غوښتونكي بابا عبدالعزيز کندهاري څخه زده کړه او ملي او انقلابي روزنه ترلاسه كړه. اوهملته په زندان کې يې شاعري او ليکوالي پيل کړه، زنداني احساس نومي اثر يې د زندان د شاعرۍ ټوله او (زنداني خاطرات) ئې د وخت د جهنمي زندان د دردوونكو پېښو انځور دى چې خپل سترګو ليدلي يې په ډېر فصاحت او روانه ژبه پكې انځورلي دي.ښاغلى زماني د ديموکراسۍ په لسيزه کي په قلمي مبارزه بوخت وو ، د داود خان د جمهوريت په دوره کې د لوئي جرگې وکيل وو. په هېواد كې د 1357 کال د ثور تر خونړۍ کودتا وروسته پيښور ته مهاجر شو ، هلته ئې هم د تودو سڼرونو د مبارزې ترڅنګ قلمی جهاد ته دوام وركړ. پنځلس کاله مخکې ناروغه شو ، امريکې ته ولاړ، لس کاله د فلج له امله پر ځاى پروت وو خو د افغانستان له حالاتو او پيښو سره تر وروستۍ سلګۍ پورې تړلى پاتې شو ، قلم يې له لاسه و نه غورځاوه ، د هېواد پر پېښو يې شننې او تبصرې كولې او تل ئې هېواد ته د راستنېدو ارمان په زړه كې پاله. ارواښاد محمد هاشم زماني دا لاندې منثور او منظوم اثار خپل ولس ته د فرهنګي ميراث په توګه پرېښودل:• زنداني خاطرات په نثر د زندان لړزوونکې خاطرې• قطبي خرس پښتو شعرونه چې اڼريزي ژباړه ئيې بيله خپره شوې ده.• سړي خوره بلا• روسى ښامار• د آزادۍ ارمان• د سولې زمزمې• زخمي زړه • لويه قرباني (لومړي ټوک)• لويه قرباني (دوهم ټوک)• پر زنداني خاطراتو تبصرې• د ازادۍ مشعل پر دې سر بېره يې يو شمير نا چاپه آثار هم شته چې ملي دردونه او د مهاجرت کاروانونه ئې پکې انځور کړي او خپل ملي رسالت يې سر ته رسولی دى .د ارواښاد جنازه هېواد ته تر راوړو وروسته په خپله پلرنۍ هديره كې خاوروته سپارل كېږي.اروا يې ښاده اوسه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملګري ملتونه په بې وزلو کندهاريانو غنم ويشي", "output": "د ملگروملتونو د نړيوال خوراکي پروګ� �ام ريس په سوېل لويديځه حوزه کې د خوراکي توکيو د کمښت او بيو د لوړوالي له امله پر زرګونو ځپل شويو کو� �نيو د (٦٥٠٠٠) ټنو غنمو د وېش اعلان وکړ.ښاغلی انتونی بمبوری چی تازه کندهار ته رسيدلی وايي چې له دی غنمو څخه به (٣٣) زره ټنه د کندهار په ښاري سيمو او (٢٠٠٠) ټنه نور به په ولسواليو کې ووېشل سي. د هغه په وينا، له دغې مرستې څخه به د کندهار ټول ټال 1427000بې وزلې او اړې کورنۍ ګټه واخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسراييلې ځواکونو په نابلوس بيا يرغل وکړ", "output": "د غزې له تراړي څخه د وتلو يو ورځ وروسته اسراييلې ځواکونو بيا هم دغه ښار تر خپل ير غل لاندې ونيوه. تيره ورځ يو ځل بيا د اسراييلو په لسگونو موټرونو او بيلدوزرونو د زرگونو فلسطينيانو د تگ را تگ خنډ وگرځيدل. اسراييلې ځواکونو د اسلامې جهاد ډلې د دوه جنگياليو د وژلو وروسته په نابلوس کې خپل عمليات پراخ کړل. د اسلامې جهاد ډلې په يوې بيانيه کې ويلې چې د دغه بريد کوم چې ترهگريز بريد بلل شوې سخت ځواب به يې ورکړو. دغه ډله په اسراييلو کې د تيرې مياشتې ځان وژونکې بريد کې ښکيله وه. د دغه ډليز يرغل موخه د تورنو مليشو نيول بلل شوې دي. نابلوس چې د غزې تراړي ستر ښار بلل کيږي د فلسطينې مليشو د فعاليتونو مرکز شميرل کيږي.د تيرې ورځې عملياتو په ترڅ کې اسراييلې ځواکونو له دغه ښار څخه دوتلو ټولې لاري تړلي وي او په دغه ښار کې د دوي په لسگونو موټرونو په گزمې بوختې وي.د فلسطينې چارواکو په وينا د اسراييلې ځواکونو سره په مقابله کې لس تنه ټپې شوي او پنځه نور نيول شوي دي. د فلسطين لومړې وزير دا بريدونه د ملي يوالې د دولت د جوړيدو مخنيوي بللى دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لټي", "output": "Lazinessلټ خلک بايد له مېږیو دژوند څخه سپق واخلي، ميږي کوم رهبر، مشر او لا� �ښود نه لري. مګر دوۍ ټوله ورځ په تاوده اوړي کې ديخ ژمي لپاره خواړه برابروي٠لټان څومره بهانې چوړوي، دلږ ا� �ام په ، ستړی يم، وجود مې خوږېږي ، یو لحظه ارام کوم تر څو ستوماني لېرې کړم، له ځايه نه پورته کيږې٠غربت په لټ کس داسې حمله کوي لکه يو وسلوال ډاکوچې په بې وسلې کس حمله کوې او هغه لوټي٠لټ خلک تاسې لپاره هېڅ نشې کولی، هغه ستاسي دژوندلپاره داسي دي لکه تېزه سرکه چې ستاسې غاښونو ته چې ستاسې غاښونه تخریشوي، او یالکه لګی ستاسې سترګو ته چې ستاسې سترګې خرابوي. ته او کار کولی شۍ ژوند وګټۍ، که ته چېرته د خبرو لپاره کېنې ته به غریب شې٠د insight from book of proverbs څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ای بدمرغو افغانانو (دطارق احمدزی لیکنه)", "output": "مأخذمې په يادندی خوپه يوکتاب کې مې � �وستي ووچې!کله پېژندل شوی ظالم ،بې رحمه اووينې تويوونکی حجاج ابن يوسف داموي خليفه لخواعراق ته دوالي په توګه ولېږل شو ،نو ده عراقي قومي مشران ،علماء مخور اوګڼ شمېر عام خلک په مسجدکې راټول کړل اوپه داسې حال کې چې توره يې په لاس کې ځلېدله پرمنبرکېناست ،په ډېر قهر،غرور اوپوره بې پروايۍ يې له کوم سلام اومقدمې پرته مخ ته ناست خلک داسې مخاطب کړل: ((يااهل العراق يااهل النفاق والشقاق اتيتکم بسيفين ،سيف الرحمة وسيف العذاب ،ام االسيف الرحمة فقدضاع مني فی الطريق...)) يعنې : ای عراقيانو ،ای نفاق خپرونکيواوبدمرغو!،ماله ځان سره تاسوته دوې تورې راوړې وې، يوه د رحمت اوبله دعذاب توره ،خودرحمت توره رانه په لاره کې ورکه شوه اوس راسره يواځې دعذاب توره پاتې ده اوس به تاسې ګورئ چې زه له تاسې سره څه کوم….. داکيسه راته په څلورم ځل دملت د ځورولو او دپښتون دسپکولولپاره له نويوهوډونو ،نويو ارادواونويو پلانونو سره دولسمشر په توګه دحامدکرزي له پاتې کېدلوسره راياده شوه . وروستۍ پېښې او دافغانستان په اړه نړيوال بدلونونه ښيي چې ښايي ښاغلی کرزی يوځل بيا دپنځوکالولپاره په افغان ځورېدلي او کړېدلي ولس وتپل شي ،ملت شاهد دی چې کرزي په تېرواتوکلوکې کومه نادوده اونارواپرې ونکړه ،کوم ډول روحي اوجسمي تعذيب يې ورنکړ ؟ له کوم ذلت اوبدمرغۍ سره يې مخ نکړ؟،دده په دوره کې ملت له لاس اوپښوتړلی ، هم کورنيواوهم بهرنيودښمنانو ته وسپارل شو، زورواکوته داحوصله اوډاډ ورکړل شوچې ملي او شخصي شتمنۍ يې چور اوتالان کړ ې ،ددې پرځای چې وژونکي اوبين المللي جنايت کاران محاکمه کړي بيايې پردې ملت حاکمان کړل ،سره له دې چې ده يوځل بيا هم له ولس سره دمخامخ کېدو اوله ولس څخه د� �ايواخيستلوهيله درلوده او اوس چې بيا دده لاړې تېرې شوې اوډاډه شوچې راتلونکی ولسمشر هم همدادی اودزمري په ۲۹مه په کېدونکيو نمايشي ټاکنوکې لا دوخته همدی ټاکل شوی اوپوهېږي چې همدايې دولسمشرۍ وروستۍ دوره ده ځکه اساسي قانون دبل ځل کانديدو اجازه نه ورکوي ، بيانه له ولس څخه رايه غواړي ،اونه ورسره مخامخ کېږي ،نوهم دااوس ددوو تېروتورو (مارشال فهيم اوخليلي )سره دملت په مقابل کې ودرېد،همدااوس يې ملت ته داسې ښاماران وښودل چې زهريې له خولې څخه بادېږي ،اوملت ته يې تفهيم کړه چې داښاماران به يې آن هډوکي هم وشپيلوي ،کرزي هم دحجاج ابن يوسف په څېر ملت وويل چې ای کم عقله ،ساده اوبدمرغه ملته اوس به درسره ګورم . حجاج خوبياهم ښه وه عرا� �يانوته يې له دوو ټاکل شويوتوروڅخه يوه درحمت توره ټاکلې وه خوښاغلي کرزي دواړه دعذاب تورې ټاکلې دي ،داچې دموضوع عمق ته ښه ورننوزو په کارده چې دکرزي تېرې اته کلنې دورې ته سرسري کتنه وکړو. افغان ولس اونړيواله ټولنه همدا څومياشتې وړاندې دولسمشر کرزي اودلوېديځو هېوادونو په ځانګړي ډول د متحده ايا� �اتو دنوي ټاکل شوي افريقايي نژاده ولسمشر بارک حُسين اوباما تر منځ دمخالفت اولفظي جګړې شاهدان وو،لوېديځې نړۍ افغان ولسمشر په بې کفايتۍ ،ناپوهۍ ،دمديريت په نشتوالي تورناوه ،کرزی يې دروانې ستونزې داوږدولو عامل، دډېروفرصتونوضايع کوونکی ، په سياسي او اداري ويروس ککړ اويوناکام ولسمشر وباله. ولسمشر کرزی هم چپ کښېناست ده هم دنيوکو خورجينه پرانيسته ،په افغانستان کې مېشت بهرني پوځونه يې په خودسرۍ ، دملکي وګړيوپه وژنه او....تورن کړل. که څه هم کرزي هڅه وکړه چې له دې لفظي او ديپلوماتيکې جګړې څخه دځان دشهرت اوپه ولس کې دمحبوبيت لپاره ګټه واخلي اوپه اصطلاح ځان دافغان ولس خواخوږی ،غمخور اوملي څهره معرفي کړي اودولتي اوکرزي پلوه ميدياهم هڅه وکړه ،چې کرزی دتش سمبول ،بې احساسۍ اوبې واکۍ له دريځ څخه راوباسي اوديوه قاطع او هوډمن ملي مشر په توګه يې وځلوي ،خوافغانستان دقضاياووسياسي څېړونکيوهماغه وخت هم دنړيوالو اوپه ځانګړي ډول دمتحده ايالاتو دنوي ولسمشر اندېښنې اوتبصرې پرځای ګڼلې اودکرزي اکتونه يې تش فيګور اودخلکو غو� �ول بلل. کرزي هڅه وکړه چې خپله اودخپلې ادارې بې کفايتي دالفاظودځلالاندې راولي ،سياست پوهانو به په هماغه وخت کې هم ويل چې دښاغلي کرزي داسياسي کپچه کېدل اوجنترلنډمهالی اوټاکنيزکمپاين دی ،دی غواړي چې پدې تودوخبرو ولس ته ځان ورنږدې اورايه يې خپله کړي ،ددوه ميليونوافغانانو وژونکيواودافغانستان روانې دېرش کلنې تراژيدۍ اص� �ي عاملينووحشي روسانوته دکرزي ورنږدې کېدل هم په لوېديځ دفشار لپاره وو لوېديځوالوته يې وښووله چې له دوی سره دده چلنداواړيکې د[کچ لواورکچ دو.يعنې څه راکړه او څه واخله] داصولوپه بنسټ دي اوکه � �وېديځوال دی نه مني ،اوحساب پرې نه کوي نودده هم نورې لارې زده دي ،دی هم نوي بين المللي دوستان !!موندلی شي . دسياسي کتونکيو په باور کرزی ددې جګړې وړونکی شو. داچې په دې اړه ډېر رول دچاوو؟ په امريکاکې دپخواني ولسمشر جورج بُش ډلې اودمتحده ايالاتو استخباراتي اوامنيتي سرچينو په دې اړه کوم رول ولوباوه ...... په دې موضوع نه غږېږو خواوس چې له نړيوالې ټولنې څخه تر نسبي اطمنان وروسته ښاغلي کرزي يوځل بيا ځان دولسمشرۍ څوکۍ ته ونوم اوه اوځانته يې مشهورټوپکماران اوجنګسالاران (فهيم اوخليلی) ،دمرستيالانوپه توګه ونومول نوهغه اټکلونه چې دکرزي دمصنوعي اکتونواونمايشي حرکتونوپه اړه به کېدل پرځای وختل اوداثابته شوه چې کرزي داهرڅه دملت لپاره نه، بلکې دخپلې څوکۍ اوواکمنۍ ددوام لپاره کول ،که څه هم د ولس هوښياره اولوستې طبقه لاپه هماغه وخت کې پوهېده چې داحرکتونه نمايشي اودروغ دي خوځينو ناخبرواوخوشباورو اشخاصوته يې څه اميدونه ورکړي وو خودادی دمرستيا� �انوپه توګه د(فهيم اوخليلي )له ټاکلوسره يې له ولس څخه داهيله هم وتروړله اودنهيلۍ په طوفاني سمندريې � �اهوکړ. دادولسمشرکوم نوی چال اوچل ندی اونه لومړی ځل دی چې ولس اونړيوال غولوي ! بلکې دغولواوتېروېستلو يوچانس هم ده ندی ضايع کړی ،دده تېرې اوه نيم کلنې واکمنۍ وښوده چې ده خپله ټوله هغه انرژي چې بايددولس اوپه ځانګړي ډول له هرې خواڅخه دځپل شوي پښتون قام دهوسايۍ ،پرمختګ اوسوکالۍ لپاره يې لګولې وای هغه يې د ولس اوددې � �ام دغولولولپاره کارولې ده . ملت ته ورياد دي چې کله په انتقالي اوعبوري دورو کې کرزي خپله کابينه له جنګسالارانواودملت له قاتلينوجوړه کړه نوولس ته به يې ويل چې داکاريې له مجبوريته کړی دی ،ځکه چې ددوی په يرغم ل کې دی ،اوکه دوی يې دمنتخب ولسمشر په توګه وټاکي نوبيابه دخپلې خوښې خاوندوي ،ټول جنګسالاران به له واکه لېرې کړي ،اودمحکمې مېزته به يې راکش کړي ،ولس هم بله لاره نه درلوده اودبد اوبدتر ترمنځ دانتخاب داړتياداصل له لورې يې ده ته په دې هيله رايه ورکړه چې داځل به يې دجنګسالارانوله يرغمل څخه خلاص،ټوپکسالاران محکمې ته وړاندې،ملي اسلامي عدالت تأمين اودبين المللي ټولنې په مرستې اوملګرتيا به هېواد ودان کړي ،خوچې کله يې رايې واخستې نو يوځل بيا((هماغه ديګ اوهماغه شلغم وو))،هماغه مصلحتي کابينه ،هماغه دبې کفايتوواکمني ،هماغه دټوپکسالارانوزورواکي ...يواځينی شی چې دکرزي په منتخب حکومت کې نوی وليدل شوهغه د جنګسالارانو جرﺋت اوهغوته نوره مساعده زمينه وه اوبس . له ټاكل كېدو وروسته ده بياملت هېرکړ ،دهېواد اکثريت (پښتون قام ) حقوق يې نو� �وته ورکړل ،دملت دوينو زبېښونکي يې پرملت بياددې لپاره حاکمان کړل چې دبدن پاتې وينه يې هم وڅښي. دده په � �نډمهالې اومنتخبه جمهوري !! دوره کې دشمال اصلي اوسېدونکي لسګونه زره کورنۍ بې عزته شوې ،بې پته ،له وه� �و،ټکولواووژلووروسته کډوالۍ ته اړشوې په تخار،سرپل اوفارياب کې له خپلوکورونواوجايدادونو ووېستل شوې ،ځوانان يې مړه اومېرمنې يې بې پته شوې خومنتخب جمهورﺋيس يواځې ديوکميسيون له انتخاب پرته هېڅ هم ونکړل . دده په واکمنۍ کې دايکندي ،دهزاره ګانواوپنجشېرد جنګسالارانو دخوښۍ لپاره ولايتونه کېږي ،خودزو� �واکواومتعصبواشخاصولخواپښتون قام له خپل کور او جايدادڅخه لېرې دهرات په شيدايي اومسلخ اودلښکرګاه مختا� �اوښاروالۍ دکندهاردژېړي دښتې اودکابل دقمبردڅلورلارې په کمپونوکې درپه درژوندکوي . کرزي دخپلې واکمنۍ ددوام اودرايوداخيستلولپاره مشهور جنګسالاراودزرګونوپښتنوقاتل بې سواده جنرال (دوستم) ته لاربرابروي چې له محاکمې څخه پښې سپکې اوترکيی ته په مؤقتي توګه ولاړشي ،په جنسي تېريوتورن ،دپښتنودحقوقوغاصب، دلسګونواسحا� �زيوپښتنووژونکي قوماندان کمال چې بندي وو له زندانه خوشي کوي ، چې نورهم خپلې فحشاء اوظلم ته دوام و� �کړي ،خودمسعود لخواپه جوړشوي يوجريبه زندان کې دستمي کړيولخوا دبنديانوشويولسګونوپښتنوکورنيودپوښتنې څوک نشته ،هغه چې په خواجه بهاءالدين کې يې کورونه اوجايدادونه غصب شول اولاهم تهديدېږي ،دپښتون کرزي لخوادده ټاکل شوی مرستيال کريم خليلي همدايوه اونۍ واړندې له هزاره ګانوسره دسوګند په يادولو ژمنه کوي چې سږکال به کوچيانوته په هېڅ قيمت اجازه ورنکړي چې په بهسودوکې خپلو مېنو اوځمکوته راشي ،خو کرزی نه يواځې دی په دې ملي ضداوتعصب ته لمن وهونکيوڅرګندونونه محاکمه کوي ،بلکې لايې هم په غېږ کې نيولی اودمرستيال په توګه ورته له پښتنو څخه رايه غواړي داخوپرېږده چې کوچيانوته خپل حق وسپاري يادالانجه دمحکمې ،عدالت ياسولې له لارې حل کړي . ښاغلی کرزی دخليلي اوفهيم له ټولوجناياتو ،چوراوغلاڅخه خبردی ،دکابل دوراني .،دمړي نڅا په سرونودم يخونودټک وهلوله ريکارډ ،اوپه دې وروستيوکې خويې دلومړي مرستيال په توګه دفهيم په ټاکنې دنړيوالې ټولنې اودبشردحقوقو دادارو اندېښنې اوله غوسې ډکې څرګندونې هم واورېدلې ،خولايې هم پرې سکوت کړی دی ،اودحيرانتيا وړداده چې پخپله فهيم دنړيوالونيوکو پروړاندې چپ دی ځکه پوهېږي چې ټول رښتيا دی اواسنادهم موجود دي، خوکرزی ترې په متحده ايالاتوکې دفاع کوي . کرزی ښه پوهېږي چې دټول پښتون هغه که لر اوسېږي اوکه بر په کورکې اوربل دی ،وطن يې ورانېږی مادي اومعنوي ارزښتونه يې په اورسوځي ،هره ورځ يې لسګونه جنازې له کوره وځي ،دسوات جنت ته ورته ګلبڼ په کنډوالوبدلېږي ،ټول پښتون دبې سوادۍ اوفقر له ګواښ سره مخ دی سره له دې چې پوهېږي چې داپښتون ته دسيسه ده،پښتون يو مغرورقام اودجرګواومرکو خلک دي نه ترورېست کېدلی شي ،نه ډار اچوونکيو، نه دچاپر حقو� �وتېری کوي ونه دچاظلم زغملی شي اوپردې هم پوهېږي چې په دې دسيسه کې لوی لاس دګاونډيو هېوادونو اوپه ځانګړي � �ول دايران اوروسيې دی،خوبياهم له هغوی سره دفارسي ژبې تلويزيوني چينل په شوم مثلث کې برخه اخلي خودپښتوپ� �ضد سيسوجوړولوته لاس ترزنې اوديونندارچي په توګه ناست دی . دمرستيال لانوپه توګه دفهيم او خليلي ټاکنې وښوده چې دکرز ي راتلونکی نظام به تر پخوا ډېر سست، ډېر په فسادکې ډوب، ډېر مصلحتی ،ډېرکمزوی اوډېر ناکام وي ځکه چې دهېواد اوولس دښمنانولاهم جرﺋت وموند،لا هم تشجيع ، ډاډه اومطمين شول ،لاهم له محکمې بې غمه شول. آيادفهيم اوخليلي ټاکنه به کرزي ته کومه ګټه وکړي ؟ آيادادواړه به دتاجکواوهزاره وو استازيتوب وکولی شي ،اوآيا دوی په خپلو قومونوکې مينه وال اوپلويان لري؟نه هېڅکله هم نه! ځکه دې دواړو دخپلو شخصي ګټو� �پاره نه يواځې پښتانه وژلي اوزورولي ،بلکې په هيچا آن به خپلو قوميانويې هم صرفه نده کړې ،که کرزی داثابتول غواړي ،نودامتحان لپاره خودې فهيم ته په پنجشېراوخليلي ته به باميانوکې درايواخيستلو بېل صندوقونه کېږې بيادې وګوري چې حقيقت څه دی اودا دواړه په خپلوخلکوکې څومره محبوبيت لري .زه په دې باوريم چې زموږ په هزا� �ه وواوتاجکووروڼوکې ډېرښه خلک ،پوه اوباکفايته اشخاص ،ډېر دينداره ،هېواد اوملت ته صادق اومخلص بې تعصبه ملي او بين المللی څهرې موجودې دي ،داسې خلک چې هرافغان ورته ورور اوټول هېواد ورته خپل کور ښکاري ،داسې ا� �خاص چې دتاجکانو اوهزاره ګانوتر څنګ ورته پښتانه هم احترام لري ،ولې هغوی خپل مرستيالان نه ټاکي !کرزی تل زګ اوسراب ته هيله کوي په نوې دوره کې سرله اوسه ده په کاذبومصلحتونو،کمپرومايز ،سازش ،باج اوجزيې و� �کولوپيل وکړ،سرله اوسه يې اقتصادي ،سياسي دنشه يي توکيو،دانساني قاچاق ،ترور اواختطاف مافياته ځان وسپاره .اوس دې الله (ج)دملت سرته خيرکړي چې څومره به نور ،دمړي له نڅا،ميخ ټک وهلو،دژبوله پرې کولو اوکانټينري ټولوژنوسره مخ شي . (دښمن ورننوتی دی په کور دپښتانه خودغه کار يې هم وکړ په زور دپښتانه)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حنیف اتمر لویې څارنوالۍ له تورونو پاک کړ.", "output": "پدې وروستیو کې دپلان پخواني وزیر او دولسي جرگې غړي رمضان بشردوست دکلیو دپراختیا وزیر حنیف اتمر په گڼ شمیر موضوعاتو کې گرم بللی وه او دنوموړي په اړه یې لویې څارنوالۍ ته یو لړ اسناد سپارلي وه. خو په تیرو پنځلسو ورځو کې دلویې څارنوالۍ له اړخه دیوې پلاوې په مشرې دکلیو دپراختیا وزارت وڅېړل شو. او تیره ورځ ددغه پلاوي مشر سید جلال جلال خبریالانو ته وویل چې دبشردوست له لورې چې کوم اسناد لوې څارنوالۍ ته سپارل شوي وه تر څېړلو وروسته ټول درواغ وبلل شو. جلال وویل چې بشردوست دکلیو دپراختیا پر وزیر داتورونه لگول چې گوندې نوموړي دوزارت په ادارو کې خپلوان په څوکیو گمارلي او دنوموړي دتحصیلي اسناد جعلي دي چې تر څېړنې وروسته بې اساسه وگڼل شو. خو بشردوست لا هم پدې ندی قانع او دیوې محکمې غوښتنه کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شبکه څلورمه برخه : Workstations & Servers", "output": "Networking Basics: Part 4 - Workstations and Servers که چیرې تاسو له شبکې سره ډیر نابلده هم یاست نوبیا به مو هم هرومرو دServer اوWorkstation ویوکي خامخا اوریدلي وي .دادواړه ویوکي بل هیڅ شی نه دی بلکه دکمپیوټر رول په شبکه کې ښیي په دې مانا که چیرې ویل کیږي چې داسرور دی نو په دې مانا چې داهم کمپیوټر دی مګر سختکالي (Hardware) یې له معمولي کمپیوټر څخه توپیر لري اودسرورسختکالي پکې کارول شوي دي ځکه ورته سرور وایي. یا داچې اړینه نه ده چې که دسرورسختکالي پکې نه وي نو موږ ورته سرور نه شو ویلی بلکه کولای شودیوسرورOperating System په یو عادي کمپیوټر کې هم انسټال کړو اوووایو چې دایو سروردی یا داچې که Windows XP هم په یو کمپیوټر کې وي اووکولای شودهغه کمپیوټر له لارې فایلونه ،پرنټرونه یا نورسختکالي Share کړای شو نوسرورورته ویلی شو.مګر حقیقت دادی چې په شبکو کې باید تاسو سرورداسې یو کمپیوټر غوره کړی چې دلوړظرفیت سختکالي ولري ترڅووکولای شي خپله دنده دسرور په توګه ښه ترسره کړي . په یوه شبکه کې دکمپیوټر رول په دریو برخو ویشلی شو : ۱-Workstation ۲-Server ۳-Peer لومړی کتګوری هغه کمپیوټرونه دي چې دشبکې له مختلفو منابعو څخه کاراخلي مګر په خپل ځان کې دنورو لپاره هیڅ شریکه منبع نه لري په دې مانا کوم فولډر یا سختکالی دده لارې له نورو سره نه وي شریک شوی .دنمونې په توګه که یوایکس پي کمپیوټر ولرو له شبکې سره نښتی وي دشبکې له شریک پرنټر څخه کار اخلي ،دنورو کمپیوټرونو لخوا شریک شویو فایلونو څخه کاراخلی مګر دده له لارې له نوروکمپیوټرونو سره هیڅ نه وي شریک شوي دې کمپیوټر ته Workstation وایو. سرور هغه کمپیوټر ته وایو چې دشبکې سره دځانګړیو منابعو دشریکولو په موخه کارول کیږي سرورهم دنورکمپیوټرونو توګه په عادي توګه کارکوي مګر په دومره توپیر سره چې سرور ځانته خپل Server Operating Systems لري لکه وینډوز سرور۲۰۰۰ ،وینډوز سرور۲۰۰۳ ،وینډوز سرور۲۰۰۸ اوداسې نور.لکه څنګه چې په عادي کمپیوټرونو کې ترسره کیږي همدغه شان یوسرورکارونکی هم کولای شی عادي پروګروامونه لکه مایکروسافټ افیس یا ځینې نورپروګروامونه په سرورکې هم وکاروي . مګر دې کار ته دشبکې اوسروردامنیت دخوندي ساتلوله امله اجازه نه ورکول کیږي . اوبله داچې دسرور په کړووړو بده اغیزه لري .نوله همدې امله ښه نه ده چې په سرور کې داوړ پروګرامونه وکارول شي کوم چې په عادي کمپیوټرونو کې کارول کیږ ي . بل ډول دکمپیوټر ته Peer وایي .داداسې کمپیوټر ته ویلي شي چې هم دسرور اوهم دWorkstation په توګه دنده ترسره کوي . دغه ډول کمپیوټرونه معمولا دWorkstation کمپیوټرونو Operation System کاروي لکه وینډوز ایکس پي مګر له دې کمپیوټر څخه دنورمال کارونولپاره ګټل اخستل کیږي اوهم ددې له لارې له نورو کمپیوټرونو سره منابع شریک کیږي . په پخوانو وختونو کې داډول کمپیوټرونه په کوچنیو شبکو کې کارول کیدل لامل به يې داو چې دکوچنۍ شبکې درلودونکيو اقتصادي شرایطو به دانه ایجابوله چې دلوړې بیې سرورونه واخلي نوځکه به یې کمپیوټر داسې جوړکړ چې دداواړو (Workstation اوسرور) دندې ترسره کړي . دنمونې په توګه هرکمپیوټر کارونکی کولای شي دخپل کمپیوټر له لارې خپل فایلونه دشبکې له نورو کارونکو سره شریک کړي اوکه پرنټر ولري هم کولای شي دهمدغه کمپیوټر له لارې یې له نوروسره شریک کړي اوټول ترې کارواخلي . مګر په غټو اوسترو کمپنیو کې دPeer کارول له پامه وغورځیدځکه چې دشبکې امنیت ورسره خوندي نه وي اونه شي کیدای چې له یوټاکلي مرکزي څخه کنترول کړای شي . مګر پام مووي چې سرورخوارا ډیر ډولونه لري سرور یواځې ددې لپاره چې له لارې یې فایلونه اوسختکالي سره شریک شي نه کارول کیږ ي بلکه دډیرو نورو موخو لپاره هم کارول کیږي لکه دمثال په توګه Domain Controller سروریا هم Member سرور. Member Server یو عادي کمپیوتر ګڼل کیږي چې دشبکې سره نښتی وي اوکوم دسرورOperating Systems چې مخکې یادشول کاروي.Member Server کیدای شي دفایلونو دذخیرې په توګه وکارول شي چې په دې صورت کې ورته File Server ویل کیږي اوکه دشبکې خوراډیر شریک شوي پرنټرونه په یوه سرور کې وي اودهماغهMember Server له لارې له شبکې سره شریک شوي وي نو په دغه وخت کې بیا دغه Member Server دFile Server په نوم یادیږي .همداراز که Member Server په ځان کې مختلف پروګرامونه ولري اوکارونکي بیا پروګرامونه ددغه سرور له لارې وکاروي نو په دغه صورت کې دغه Member Server دApplication Server په نامه یادوو. اوهمداراز په Member سرورونو کې ډول ډول پروګروامونه انسټالیږي چې دهماغه پروګروام له مخې نومول کیږي لکه که په کوم Member Server کې Exchange Server انسټال وي نودغه سروردMail Server په نوم یادیږي . مطلب دادی چې ممبر سرور کیدای څخه ډول ډول کارواخستل شي . مګر Domain Controller دځانګړيو موخو لپاره کارول کیږ ي. دډومین کنټرولر دنده داده چې دشبکې امنیت خوندي کړي اودشبکې دسنبالښت چارې يې په مټ ترسره شي . تاسو به لیدلي وي چې کله په یوه شبکه کې کمپیوټر ته ننوزی (Log in) کیږي نو کارن نوم اوپټ نوم(Password) درڅخه غواړي ،نو په شبکه کې همدغه ډومین کنټرولر دی چې دټولو کارونکوکارن نوم اوپټ نوم له خآن سره ساتي اوتاسو ته اجازه درکوي ترڅو کمپیوټر اوشبکې ته ننوزی . په شبکه کې هرهغه څوک چې دشبکې دپایښت اوسنبالښت چارې ورترغاړې وي دNetwork Administrator په نامه یادیږي .کله چې یو نوی کارونکی ستاسو کمپنی ته راځي اوغواړي ستاسو له شبکې څخه کارواخلي نو Network Administrator به ورته په ډومین کنټرولر کې یو کارن نوم اوپټ نوم جوړوي ترڅو نوی کارونکی یې په مټ کمپیوټر اوشبکې ته ننوزي اودشبکې له شریکو سرچینو څخه کارواخلي . کله چې نوی کاروونکی خپل کارن نوم اوپټ نوم کمپیوټر ته ورکړي نودغه کارن نوم اوپټ نوم ډومین کنټرولر ته ځي .ډومین کنټرولر ګوري چې دغه کاروونکی کارن نوم اوپټ نوم لري اوسم دي که نه ؟ که سم وي نو پریږدي یې چې کمپیوټر اوشبکې ته ننوزي که نه نو نه شي ننوتی .چې دغه ټوله پروسه دAuthentication په نامه یادیږي . پس ویلی شو چې دauthentication پروسه په بشپړه توګه دډومین کنټرولر په مټ ترسره کیږي که چیري دیو فایل سرور له لارې فایلونه شریک شوي وي اوکاروونکی دغه فایلونه غواړي وکاروي نوددغه کارولو په صورت کې به فایل سرور له کارونکي څخه کارن نوم اوپټ نوم غواړي اوبیاهماغه دauthentication پروسه له ډومین کنټرولر سره صورت نیسي که ډومین کنټرولو اجازه ورکړه کاروونکی به وتوانیږي چې دفایل سرور له فایلونو څخه کارواخلي که نه نو نه شي کولای پس ځکه موږ مخکې وویل چې دشبکې دامنیت دخوندي کیدو چارې دډومین کنټرولر دنده ده . په سپیڅلې کلیواله مینه ډاکټر ثواب الدین مخکښ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوه څلوريځي", "output": "څلوريځي غلیمان دي خپل ایمان را ځخه وړی دپښتو ژبی دیوان راځخه وړی په والله که به یی خیر وی په زړه کی له ټو لنی ستر انسان راځخه وړی څ� �وریځه ډیر ضرورت لرو دکار خدایه کړه برابرمو پر دی لار خدایه دخپل وطن پر آ ینه مو پروت دئ ځو پا کوو دغه غبار خدایه په پښتنه مینه محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا مسلم باغ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اختر په نیکمرغه ورځ یوې توغندۍ یو کور په غم ولړئ", "output": "د اختر په نیکمرغه ورځ کي د عیدګا تر لمانځه لږ وخت وروسته د کونړ مرکز اسعد اباد ته څیرمه په دم کلي کي پر یو کور هغه وخت یو توغندی و� �ګید چي کوربنو د اختر خوښي لمانځلې . دغه توغندۍ او دې ته څیرمه دری نوري توغندۍ د دولت د مخالفینو له خوا له نږدې غرو څخه توغول شوي وې . په پیښه کي یوښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي چي وروسته نوموړي ښځي ساه ورکړه دځایې روغتون یو تن ډاکټر وویل د ماشومانو ژوند له خطره لویدلې دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې درنده مرګ ژوبله", "output": "د پکتیکا ولایت له مټاخان ولسوالۍ څ خه د ولسي وګړو د سختو تلفاتو رپوټونه را رسیدلي دي. د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا پخواني مشر موسي خان بینواویب پاڼي ته وویل چې تیره شپه بهرنیو ځواکونو د مټاخان ولسوالۍ په ابراهیم کاریز کې عملیات کړي چې پکې � �اخوا ۳۰ تنه ولسي وګړي مړه او په همدې شمیري نور ژوبل شوي دي. د موسی خان پر وینا چې په وژل شویو کسانو کې دری م یرمني او څلور ماشومان هم شامل دي. خو د پکتیکا د ولایت نطاق غمي خان محمدیار بیا وایې چې په دې برید کې چې م اخوستن مهال شوی وژل شوي ټول کسان کورني شورشیان دي. د محمدیار پر وینا چې برید په پوره دقت سره بهرنیو ځواکونو تر سره کړی دی. بله خوا په پارلمان کې د پکتیکا ولایت استازی نادرخان کټوازی بیا د محمدیار خبره نه م ني او وژل شوي ټول کسان بی ګناه کسان بولي. ښاغلی کټوازی وایې چې په دې برید کې یو طالب هم ندی وژل شوی. د دې خبر په اړه په پارلمان کې د پکتیا ولایت استازي آغلې شریفه زرمتی هم د حکومتي مامورین ادعا ګاني بی اساسه بولي او وایې چې د دې د راپور په اساس په دې برید کې ۴۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي چې پکې ماشومان او بوډاګان هم شامل دي. ایتلافي ځواکونو بیا په دې اړه تر اوسه څه ندي ویلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شمالي كوريا خپلي اټومي بټۍ وتړلې", "output": "د امريكا د بهرنيو چارو وزارت خبر وكړ چي شمالي كوريا د اټومي پروګرام د پراختيا بټۍ وتړلې. د امريكا د بهرنيو چارو وزرات وياند جان مك كورمك دغه خبر وروسته له هغه وركړ چي تېره ورځ د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ څارونكى هيئت شمالي كوريا ته ورسېد. د شمالي كوريا د اټومي بټيو تړل د هغي پرېكړي پر بنسټ ترسره كېږي چي د روان كال د فبروري په مياشت كي يې له ام ريكا، چين، جاپان او روسيې په ګډه غونډه كي كړې وه. د فبروري د پرېكړه ليك له مخي نړيواله ټولنه بايد شما� �ي كوريا ته د اټومي بټيو د تړلو پر سر يو ميلون ټنه نفت وركړي چي پرون يې لومړنۍ بېړۍ چي۶۲۰۰ ټنه نفت پكښي بار وه دغه هيواد ته ورسېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شګي او ډبره", "output": "وایی چی دوه ملګری په یوه دشته کی په سفر روان وو، په څه خبره ددوی تر منځ یوه لانجه پیښه شوه او یو راپاڅید دا بل یی په څپیړه وواهه. هغه ملګری کوم چی په څپیړه وهل شوی او خوږ � �وی ؤ بی له دي چی څه ووایی دا پیښه په شګو ولیکله. دواړو یو ځل بیا په تللو پیل وکړتر څو چی یو شینلی ورته مخی ته راغی دواړو پریکړه وکړه چی په همدغه ځای کی ولامبی . لمړی ملګری چی په څپیړه وهل شوی ؤ په خټو کی ونښتلو او نږدی ؤ چی ډوب شی خو دویم ملګري لاس ورکړ او را اوچت یی کړ، وروسته تر دی چی هغه د ډوبیدلو نه وژغورل شو نو په یوه ډبره یی دا پیښه ولیکله. دویم ملګری چا چی خپل ملګری په څپیړه وهلی او بیا یی د ډوبیدلو نه ژغور� �ی ؤ پوښتنه وکړه.«وروسته له دی نه چی ته ما خوږ کړی تا په شګه کی ولیکل او اوس دی په ډبره ولیکل. ولی؟» � �مړی ملګری ځواب ورکړ، «کله چی څوک مونږ ته زیان رارسوی مونږ باید هغه په شګو کی ولیکو چیرته چی د بخښنی بادونه هغه په اسانۍ سره ورانولی شی. کله چی مونږ ته څوک ګټه رارسوی او نیکی را سره کوی مونږ باید هغه په ډبره کی نقش کړو چی هیڅ رنګ باد یی له منځه یو نه سی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې چاودنه وشوه.", "output": "دغه چاودنه نن سهار شاوخوا۸ بجې په کارته پروان کې رامنځته شوه چې موخه يې د دفاع وزارت يو موټر وگرځېد. د دفاع وزارت يوه کارکونکې چې د نوم له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه وويل چې په دغه چاودنه کې يو سرتېرى ټپي شوى دى. د پيښې په اړه څ ېړنې پيل شوې خو تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دا وطن د پښتنو دی", "output": "وطن دا وطن زمونږه تن دی تن مو ځا ر تر دى وطن دی ده کې موږ خپوړې کړې دا مو کوردا مو مد فن دی تل تور مخئ او سرټيټي تښتيدلی يې دښمن دی په خاطر د ازادئ يې موږ منلی ګور، کفن دی دجنت تر شنوباغو يې ښکلی د ښت، کوه او دامن دی دا وطن د پښتنو دی د غيرت او ننګ مخزن دی 26/3/1989 تاشکند- ازبکستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هسپانيه نوي سرتير افغانستان ته راليږي", "output": "کابل : ميرويس جلالزی هسپانیا غواړي 500 نوي سرتیري راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د ډاډمن امنیتي چاپریال د برابرولو په موخه افغانستان ته راولیږي د نوموړي هیواد د دفاع وزیر جیسی بونو په خبر دا وړاندیز د ده له خواه کانگرس ته شوی خو که کانگرس ومنل نو دا سرتیري به افغانستان ته د سوله ساتني د ماموریت د تر سره کولو په موخه واستول شي .ویل کیړي هسپانیا دم گړی 540 سرتیري په افغانستان کښي لري چه ټول یې د شمالي اتلانتیک د تړون (ناتو) په چوکاټ کښي د افغانستان په دوو لویدیځو ولایتو بادغیس او هرات کښي د سوله ساتني په ماموریتو لگیا دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اهوسترګې", "output": "اهوسترګو دکړم داسې صحرائي بیا مې وه نکړه دبل چااشنائي منتشرمې ټول فکرونه کری ورځ ؤ ما په خوب لیدلې زلفې بیګائي ددنیاپه ګڼه ګوڼه کې بد ښکارم ما اغوستي دي جامې د تنهائي دام دزلفو دې دزړه په دام رانیسي له بل دامه که څوک غواړي رهائي په تیاره زړه کې مې ځرک دتادمینې لکه شپه چې شي سنګار په سبائي چې په لاره دګدرجومات ته ګوري دشیخانو دتقوی زور ازمائي دحسن په زړه غربت کولا ی ځه شي زړه غریب کړي د جیبونو بډائي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یونماچاته توپک سالاران واېې ؟؟؟", "output": "په روانه هفته کې دیونما ویاند علیم صدیق په یوه خبرې ناسته کې پرافغانانوږغ وکړې چي په ټولټاکنوکې وتوپک سالارانوته رایه مه ورکوې . خوهغه دکوم توپک سالارنوم وانه خستې چی دده مطلب دکوموتوپک سالارانونه دﺉ . په افغانستان کي دتوپک سالارانولویه ډله پرولسمشرک� �زې راټوله ده اودراتلونکې دولت چوکې دتوپک پرخوله ویشل سوېدې نه دمسلک . صداقت ، اوتجریبې يه اساس، په افغان خب� �ې پاڼو کې دیوې لیکنې په اساس چی کوم لست خپورسویدې په هغه کې راغلې دې چي کرزې لخوا دقدرت ورکولوکومې فیصدې چی م نظورسویدې په لاندې ډول دې . اول : مارشال فیهیم ته دتاجکانوبه استازیتوب ۲۰فیصده ، لومړې مرستیالې اوځلوروزارتونه دوهم :- محقق ته دهزاره ګانوپه استازیتوب ۱۰ فیصده په کابینه کې دوه وزیران دریم :- دوستم ته دازبکانوپه استازیتوب ۱۰فیصده دوه ازبک وزیران ځلورم : - پیرسیداحمد ګیلانې ته ۱۰فیصده دوه وزیران اوځوولایتونه استاد : - سیاف ته ; ۱۵ فیصده درې وزیران نورامتیازې معینیتونه حضرت مجددې ته ; ۱۰ فیصده دوه وزیران اوځوولایتونه حرب اسلامې ته ; ۱۰فیصده درې وزیران اوځوولایتونه دانه د ه مالومه چی دخلیلې ، اکبرې ، اومحسنې ونډه به ځوم ره وې؟ ، کیداې ځینې نورجګړه ماران لکه ګل اغاشیرزې ، تورن اسماعیل خان ، استادعطا اونور هغه وکیلان چی دکرزې د� �درت عمرېې وراوږد کړې هغه هم درې ځلوروزارتونه وغواړې هغوې هم باید ددې خیرات نه بې برخې پاته نه سې په دې ددې ت� �سسیم نه داسې مالومیږې چي ملت ، مسلکې خلګو ، اودسولې اودیموکراسې طرفدارو سازمانو، شوراګانو، افغان ملت ته ځاې نسته په دې تشکیل کې یوازې دلته دجنګ سالارانوزردادپاته دې اوهغه بندې دې اویا ځینې نورېې چې هغه مړه دې یوه جنګې ډله ژوندې پاته ده چی هغه طالیبان دې کوم چی کرزې غواړې هغه هم دافغان ملت ګوندپرڅوبرخووویشۍ ځینوته میانه روطالیبان وواېې اوځنیوته تندرو نه ده مالومه چی کرزې بیا ودې ډلې ته ځه ورکوې ؟، لویه بدبختې خوداده چی کا شکې داکوم وزیران اووالیان چي پرتنظموویشل سویدې دې تنظیمونومسلکې ، زړسوانده اووطن دوسته خلګ ورمعرفې کړې واې داخوتجربه سویده چی داټوله تنظیمونه اوبانډونه هغه خلګ دولت ورمعرفې کوې چې ډیرې غلاوې وکړې اویوه برخه دخپلوغلاوهغورهبرانوته ورکړې چی دوې ېې ددولت چوکات ته ورننه ایستلې دې او ورمعرفې کړیدې داخوملې اودولتې وزیران نه دې . دادبانډووزیران دې دوې هیځکله نه پرافغانستان فکرکوې اونه دافغانستان دپاره کارکوې بلکه دوې خپل جیبونه ، رهبران ، اوبانډونه مړوې ولوکه دهرې مشروع اونامشروع لارې وې څګه دوې دکوم منلې معیارپه اساس دولت نه دې ټاکلې دااوه کاله داډرامه خلګودسرپه سترګوولیدل . په پورته تقسیم کې ډیر سوالونه لاناحله پاته دې ، لومړې : ایا جلالې چی وکرزې ته تیرسویدې دهغه ونډه به ځه وې ؟ دوهم : ایا ا نورالحق احدې دګیلانې په ونډه ورشریک دې اوکه به بله ونډه ورکوې دا حدې دې تاریخې تیروتنې دافغان ملت ګوند هم ټوټې ټوټې کړې . دریم : هغه نورکاندیدان چی کرزې کاندید کړیدې اواوس لانه دې تیرسوی هغوې ته به څه پاته وې اوکه نه ؟ څلورم : دخلیل زادسره چی کوم قراردادداجرایه بلې ادارې په هکله سویدې هغه په ځنګه کیږې .؟ پنځم : په تاجکیانوکې داکترعبدالله ډیرقوې کاندید دې نودهغه په مقابل کې به مارشال فیهم شل فیصده رایه دتاجکوترلاسه کړې ،؟ شپږم : ډیرغښتلې پښتانه کاندیدان هم سته چی کولاې سې چې دکرزې رایه ورتقسسیم کړې کرزې مجبوره دې یاهغوته هم پراڅه برخه ورکړې اوکه ېې ورنکړې امکا ن لرې ورته یوسې . اوم : دااوسنې قدرت ویش چی پښتانه په صفرکې ضرب دې به دپښتنوقهراوغوصه چی په تیرواووکالوکې هم دکاسې ترغاړواوښتې نوره ونه پاروې ؟ داهغه څه دې چی دکرزې موقف به هم په ټولټاکنوکې اوهم په راتلونکې دولت کې ډیرکم زورې اولړزانده کړې راتلونکې دولت به نه یوازې دډیرننګونوسره مخامخ وې بلکه په دچوراوچپاول کې به ډوب دولت وې اوخلګ به هیځکله هم دخپل ځان ، مال اوناموس دخوندې توب ډاډترلاسه نکړې دابه داسې یودولت وې چي دهغه په وجودکې به هیځکله هم امنیت رانه سې ، نه به عدالت ټنګ سې نه به ترقې اوپرمختګ ته زمینه پاته سې جګړه به یوې � �سیزې ته نوره هم وغځوې . دنړیوالې ټولنې مالې اوبشرې تلفات به سل چنده سې دخلګوناهیلې به ولس دمخالیفون لیکوته وروغورځوې ځکه دکابل ټولې هغه ډلې چی صرافان تښتوې ډیرموډرنې غلاوې کوې ، دخلګونه په زورپیسې اخلې ماشومان تښتوې ، قاچاق کوې . دولتې ځمکې غصبوې دهمدې جنګ سارانوچی دکرزې په ویش ورکډدې ومربوط بانډونه دې چي په دولت کې اساسې ونده ورکول سویده همدا اوس دکرزې دپاره فعلا همدا ډلې کمپاین کوې نوکه دیونما مطلب پورته توپک سالاران وې نوبیا خو باید پرملت ږغ وکړې چی کرزې ته رایه مه ورکوې ، په داسې حال کې داخلګ دکرزی په دولت کې دااوه کاله کیږې فعاله ونډه لرې اودادامنیت دخرابې اساسې عامل دې پخبپله یونما دبن ترکنفرانس راوروسته دکرزې دولت حمایه کړېدې اوهغه غله اوداړه ماران حمایه کړیدې چې اوس ېې یونما جنګ سالاران بولې دیونما بیان هم لکه دبارک اوباما پالیېې ګونګه اودوه مخه بریښې یوه ډیپلوماتیکه غولونکې ډرامه مالومیږې . داسې ګونګې پالیسې هیڅکله نوردملت اعتماد اوباورنه سې ترلاسه کولاې . که یونما اونړیواله ټولنه غواړې په دولت کې دتوپکمارانومخه ونیسې مهربانې دې وکړې جنګ سالاران اوجنګې جنایتکاران دې دهاک محاکمې ته معرفې کړې اودهغه لارې دوې محاکمې ته کش کړې اودټولټاکنوله پروسې دې محروم کړې اودټولټاکنودپروسې پرشفافیت اوروڼوالې دې زورواچوې . همدانړیواله ټولنه وه چی هغوې کرزې حمایه کاوه اوکرزې غله ماړه کړه دیونما اونړیوالې ټولنې موقف دافغانستان په مسله کې اصلا دم لت په ګټه نه ؤ اونه دې بلکه دمافیا اوبې امنتې سره غیرمستقیم مرسته ده وبس ، وسلام"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا په پاکستاني کي پر پوځي عملياتو غــــور کوي", "output": "د سپيني ماڼۍ � �وړ پوړي چارواکي وايي دوى په پاکستان کي د القاعده شبکې پر مرکزونو د بريد پر لارو چارو ږغېږي. تېره اونۍ يو ځل بيا د امريکا د استخباراتو ادارې خبر ورکړ چي د القاعده سازمان جنګيالي د پاکستان په قبايلي سيمو کي د بيا راټولېدو په حال کي دي او پلان لري چي په ام� �يکا او لوېديځو هيوادونو کي بريدونه ترسره کړي. د امريکا د استخباراتو مشر مايک مکنيل وايي د ده په فکر د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کي پټ دئ. دى وايي د پ� �وېز مشرف حکومت په سيمه کي د امنيت پر ټينګېدو ناکامه ســـــــوئ دئ چي له امله يې دا دئ القاعده شبکه بيا فعا� �ه سوې ده. په داسي حال کي چي امريکايي مقامات په پاکستان کي د پوځي عملياتو پر پلان غور کوي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد محمود قصوري د په خپل هيواد کي د امريکايي ځواکونو د عملياتو خبره ردوي او وايي چي که امريکا له دوى سره خپل استخباراتي معلومات شريک کړي پاکستاني پوځ د القاعده د ځپلو پوره وړتيا لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په مردان کي درنه چاودنه وسوه", "output": "نن سهار د پاکستان د سرحد ايالت په مردان کې د پوليسو د يوه مرکز ترمخې درنه چاودنه وشوه چې له امله يې څلور تنه مړه او ٢٠ نور ټپيان شول . دغه چاودنه دهغو چاودېدونکيو توکيو له امله رامنځ ته شوه چې په يوه سوزکي موټر کې ځاى پرځاى شوي او موټر د ښاري پوليسو د ودانۍ مخې ته درول شوى و . . د سرحد پوليسو يوه چارواکي ( ډي آى جي) اختر علي وويل چې په وژل شويوي کسانو کې دوه ماشومان او يوبل عام وګړىاو د پوليسو يو افسر فرخ سعيد هم شامل دى د نوموړي په وينا ، همدارنګه ددغې چاودنې له امله ١٠ پوليس او لس عام وګړي ټپيان شوي دي اختر علي چاودنه زوروره وګڼله او زياته يې کړه چې له امله يې شاوخوا ٤٠ دوکانونه زيانمن شوي دي . دغه چاودنه د پاکستانيو مخالفو وسلوالو طالبانو تر ټو� �و ځواکمن مشر بيت الله محسود له نوي پيغام څخه وروسته تر سره کېږي . محسود چې د شاوخوا ٢٠٠٠٠ وسلوالو طالبانو قومانده پر غاړه لري ،ده له خپلو ټولو ملګرو د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده . هغه داهم ويلي چې که چا يې امر ونه مانه نو په خپله سزا به ورسېږي . دغه غوښتنه وروسته له هغې وشوه ، چې د پاکستان نوى حکومت له وسلوالو مخالفو طالبانو سره د جوړجاړي په هڅه کې شو . د همدغه جوړجاړي په ترڅ کې حکومت د طالبانو يو مشهور مشر مولانا صوفي محمد د تېرې دوشنبې په ورځ له بنده ازاد کړ . تراوسه ددي چاودني مسوليت چا په غاړه ندي اخستې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انګیلامرکل: اتومي بم باید د احمدي نژاد لاس ته و نه لویږي", "output": "میرویس جلالزی د آلمان لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل په امریکې غږ کړی چې باید د ایراني ولسمشر محمود احمدي نژآد لاس ته د اتومي بم له لویدو څخه مخنیوی وکړي. مرکل دغه څرګندوني د امریکې کنګرې ته د وینا پر مهال وکړې. میرمن مرکل وویل د نژاد په څير یوه کس لاس ته د اتومي بم لویدل چې د هالوکاست له پیښې منکر دی ډیري خطرناکي پایلې درلودلای شي. نوموړې زیاته کړه چې امریکا، آلمان او نور نړیوال باید اتومي بم ته د ایران له لاس رسي څخه مخنیوی وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له پاکستان څخه د کډوالو د ستنيدو بهير پيل شو", "output": "له پاکستان څخه د افغان کډوالو د � �استنيدو بهير نن د چهارشنبې په سهار په رسمي ډول پيل شو .د په خپله خوښه ستنيدني دې لړۍ ته د پيښور په حيات آباد، د بلوچستان ايالت او ټاکل شوي چې ډير ژر په ننگرهار ښار کې هم د نوم ليکني مرکزونه پ� �انيستل شي. د ملگروملتونو د کډوالو چارو کميشنرۍ واېې چې هر ستنيدونکي کډوال ته به 100 امريکاېې ډالر هم و� �کول کيږي .دا گړۍ په پاکستان کې شاوخوا دوه مليونه افغان کډوال ژوند کوي چې ټاکل شوي له 150 تر 200 زره افغانان د روان کال تر پای پوري له پاکستان څخه خپل هيواد ته ستانه شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په يوه مياشت كي ۲۶ تنه امريكايي سرتير ي وژل شوي", "output": "په عراق كې ديوې مياشتې په ترڅ كې ۲۶ تنه امريكايي سرتيري وژل شوي ديپه دغه هيواد كې ميشته امريكايي ځواكونو نن خبر وركړ چې تيره ورځ دسړك دغاړي دبمي او وسله والو بريدونو په ترڅ كې پنځو تنو سرتيرو خپل ژوند له لاسه وركړ.په دغو بريدونو كې دري نور سرتيري ژوبل شوي دي هم دي.امريكايي ځواكونو وويل:يواځې ديوې مياشتې په اوږدو كې دوژل شويو امريكايي سرتيرو شميره هغه مهال شپږ ويشتو تنو ته ورسيده چې كله،دبغداد په شمال دډيالا په ښاركوټې كې ديولړ عملياتو په ترڅ كې يوپوځي خپل ژوند له لاسه وركړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کې 6 کاناډايي سرتیري ژوبل شول", "output": "د کاناډا د دفاع وزارت نن خبر ورکړ چې د کندها� �په ژیړۍ ولسوالۍ کې د دوي پر یوه گزمه برید شوی او 6 سرتیري پکې ژوبل شوي دي .برید هغه مهال وشو کله چې لوم ړی د سرتیرو د گزمی زغروال گاډی پر ماین وخوت او بیا ماین ایښودونکو پر موټر برید وکړ.وزارت واېې چې له برید نه وروسته له شدید مقاومات شيبه پس بريد کونکي له سیمي وتښتیدل او ټپیان په چورلکه کې روغتون ته یوړل شول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان د دربار پر لور ! ! !", "output": "خان (خادم کوچى) دخلکو ډېره برخه روايت پالنه او روايات خوښوي پخواچېر ته د تيرو تا ريخونو په پا ڼوکې ليکل شوي ووچي دافغانستان خلک دغه ډول اوژوند کوي ورسره دا چې د دربار ژبه يې کارکې يا دري ده يا په پله وينا چې د غټا نو ژبه يې بېله اود خلکو ژبه يې بل ډول بيله ياده شوې وه پېړۍ ، تېرې شوې چې د افغانستان خلک د همدغه روايت په پښو کې رغړي، د ژغور نې اوله دغه روايت څخه داېستينې لا ره نه شي پيداکولى د لسګونو پاچاهانو له شته والي سره،سره، درباريان له دربار څخه ونه وتل خپل خواره واره ولسونه او خلک يې ونه ليدل له بده مرغه پښتو ژبې په سم ډول دربارته لاره پيدا نه کړه هر څوک چې د دربار ورپالي او چاپېريال ته ننه وتل هغوی دغټانو په ژبه خبرې کولې دربار يان کېدل٠ د در باري بلبلا نو د ترنګ او شرنګ له برکته د دربار ژبې په سيمه او افغانستان کې پراختيا اوپياوړتيا وموندله دوخت ديو متل له مخي هرڅوک چې په خيټه مړېده پاړسو ګله يې ويله له ديوان او دفترسره، سره دغې خپکۍ زموږسيمه اولرې پراته کلي هم ونيول له همدې امله ووچې دسيمې مشرتوب دطوطيانواوبلبلانوپه همدغه ژبه غږېدل هريو مشر به له خپلې خولې غټه حلوايي رحې غټ قاپونه (قاف)اوغټ پټ عينونه غورځول هرښاغلى دغټانوپه ژبه غږېده، په دفتراوديوان کې ددغې ژبې حاکميت اولوړوالي زموږ ولسونواړکړل ترڅو دغه ژبه زده کړي په دغه بدمرغه بهيرکې زموږ په جومات کې چړي ( طالبان ) اوپه ښوونځي کې زده کونکى وهڅول شول چې دغټانوژبه زده کړي او دغټانوپه څېرغټې غټې خبرې وکړي ياغټ غټ لغت اوويوکې وغورځوي. له همدې امله ووچې پښتوژبې خپل ډېرزامن له لاسه ورکړل چې ډېريې درباري بلبلان ددرباريانوزامن پورې اړوند خلک اوقومونه يادولى شو همدغه ډول د هېوادپه شته ښوونځيو کې پښتو ژبې ته پاملرنه ونه شوه په يوبل نوم اوبڼه له پام څخه وغورځول شوه په پښتنې سيموکې دفارسي ژبې د دودونې هلې ځلې پيل شوې زموږخلک له خپلې ژبې څخه لرې شول په لوړوزده کړواوپوهنتون کې پښتوژبه دملي توب پرځاى ديونيمګړي مضمون پوړۍ ته راټيټه شوه فارسي ژبه دجامع الکمال په ډول په پوهنتون کې مخ په وړاندې ولاړه دپښتوژبې لاره ډب، ديوې خوشې اوچېټي ژبې په بڼه کې پاتې شوه تردې پورې چې ترننه پورې دټوکواوملنډوپه نوم ورته کتل کېږي همدغه ډول سخته اوشډله ژبه ورته ويل کېږي په ډېره بي شرمۍ اوسپين سترګۍ سره دپښتوژبې دسپکاوي هلې ځلې همداسي روانې پاتې شوې چې پاى يې لاتراوسه پورې نه ليدل کېږي. دافغانستان په پخوانيوقوانينوکې پښتوژبه دملي ژبې په نوم ياده شوې وه، لکه پښتودافغانستان ملى ژبه ده پښتواودري يا فارسي دافغانستان رسمي ژبې دي ولې له بده مرغه په وروستيوکلونوکې دپښتوژبې په ميلتوب باندې قانوني بريداوبلوڅې وشوې په لنډمهاله اومنځ مهاله دوره کې دپښتوژبې مليتوب ،ملي غرور اوملي لوړوالې يوکوچني سرودته راټيټ کړل شوچې تراوسه پورې داهم څرګنده نه ده چې زموږپه جمهورى اسلامي کې به ترکله پورې ايرانى سرودزمزمه کېږي اوپښتوملى سرود به ځنډول کېږي ؟؟ دروايت پالنې يوبله بده بېلګه دافغانستان په ستروښارونوکې هغه ښوونځي دي چې دپخواني دور له مخې زده کوونکو ته په فارسي ژبه زده کړې په کې ورکول کېږي دود،چې هرچاايښى دى ياهروخت کېښودل شوى دى خوپښتانه زده کوونکي اړدي چې په دغوستروښارونوکې په فارسي ژبه زده کړه وکړي له همدي امله پښتون چې کله په لومړي، منځني ټولګي اوپوهنتون کې بله ژبه ووايي دخپلې ژبې په اړونديو پوچ غوز ترې جوړشي هغه بياله خپلې مورسره هم په خبره نه پوهېږي که دافغانستان پېښې په دريوبرخوباندې وېشو، لومړيوشپوورځوته دسردادرانواوپخوانيوپاچاهانوبرخه ووايو،اوبلې برخې ته يي دډله ټپلوبرخه ووايواودرېيمې برخې ته يې ، دنوي افغانستان برخه ووايوپه دغوټولوکې درباري هڅي اودرباري بهير همداسې پياوړى اوځواکمن پاتې شوى دى لکه: خوشال خان خټک چې واېي :: پښتانه که په خويونوڅه ناکس دي کوټه سپي دقصابانودجوس دي دژبي دواکمنۍ اوپياوړتياله مخې دربارپاتې شوى پښتواوپښتانه په وربايي اوجوس کې پاتې شوي دي دشل کلن جنګ په ترڅ کې دافغانستان خلک په ټوله نړۍ کې خپاره شول اوبله داچې نن دانټرنيټ کمپيوټر اونوروډېرووسايلوکېدلى شوى چې په نوي ،اتپون نړۍ کې به افغانستان هم يونوى اتپون افغانستان وي، يابه جوړشي! دطالبيزم عربيزم اوامارتيزم له ماتې سره سم چې له کله نه پکول اوچپنه د کابل په ارګ ننه وتل افغانستان يوځل بياددربارپه لورخپل مزل پيل کړ دپخواني دربارهغه تېره روايتي لاره يې خپله کړله چې ګواکې په دربارکې فاړسي ژبه ويل کېدله اوداچې له ټولواداروڅخه پښتولوحي وغورځول شوي پر ځاي يې فارسي لوحي ولګول شوې دايرانيانوهڅې دهيواد په بېلا بېلوډلواوسيموکې پياوړې شوې دراډيوټلوېژن دجوړو اومرستې په نوم دخپرونوله لارې دپښتوژبې دکمزوري کولواوڅنډې ته کولودفارسي ژبې دپرمختګ هڅې دومره ګړندۍ شوى چې دنورونړيوالوماسيسوپه وجودکې يې هم پښتوژبه دويم پوړته وغورځوله . د تېروخت اوهم دنن وخت دايرانيانو يافاړسي ژبې ايرغل او د روايت پالنې له امله پښتانه تريواغيز لاندې راځي ډېرشميرخودا زړه او زړورتيا له لاسه ورکوي چې په پښتوژبه خبرې وکړي دخپل بي زړه توب له امله هڅه کوي چې ځان ته بل رنګ ورکړي يا د ځينې په وينا خپل ځانونه لوى اوښه خلک ښيي په چوڼ ماچوڼ ژبه اوچوڼيا بخيوخبرې کوي ځينې ښاغلي بياله دې تکبيرلاندې په چوڼيابخيوخبرې کوي چې خپل ځان ملي شخصيت وښيي، اوبل دپښتوژبې دبدمرغي اوورکې له پاره بله ستونزه غوښتن ليکونه ياچې دوى ورته عاريضې وايې دادي پښتانه زړه نه شي کولى چې په پښتوژبه غوښتن ليک وليکې لومړى ستونزه داده چې ميرزاقلمان پښتوژبه نه شي ليکلى اوبل داچې پښتوژبه دده له پاره دډوډۍ ژبه نه ده هغه کولى شي چې ددغې ژبې سپکاوي هم وکړي اوبل داچې پښتوژبه يوغورځول شوې ژبه ده غورځول شوي ځوک نه راپورته کوي په سيمه کې که يوڅوک داسي نوښت اوزړه ورتوب وکړي اوپه پښتوژبه غوښتن ليک وليکې ښايي ډېر خلک ورته وايي چې موږ نه پرې پوهېږواوبله داچې ښايي دپښتوژبې عاريض په وړاندې ډېرخنډونه پيدا شي تردې پورې چې په ټنډه يې داسي څه وليکل شي چې دمنلووړونه ګرځي يوازي داسي بايدونه بلل شي چې دپښتوژبې په دښمنۍ اوسپکاوي کې غيري پښتانه ګرم وبلل شي لومړى غيري پښتانه ګرم اوپړه دي چې له خپلو ټولوازاديواومشرتوبونوسره ،سره دپښتنواوپښتوژبې په حقونوباندې تېرى کوي په دويم کدم کې پښتانه ګرم، سپک اوبيکاره خلک دي چې دخپلي ژبې اوخپلوخلکوحقوق نه وپېژني يا په خپله سيمه کې خپل ځايي ونه پېژني. دافغانستان درباريان اوايرانيان بايدپه دغوڅوورځوډاډه نه شي چې دهيوادپه وړواو کوچنيوبرخوکې خپلي ببولالي وايي ياداچې په راډيو او ټلويژن کې خپلې منګولې خښې کړي اوزموږ ارزښتونه مسطه کړي په وارو، واروليدل شوي دي دغه ډول درباري چلنداويومخيزوکړوړوډېره بده زېګنده درلودلى ده ددوښمنانو له پاره پښتانه اوپښتوژبه سپېره خلک اويرغلګر سپېره کوي وخت ناوخت ددغوخلکواوژبې دوښمنانوداسې زيان موندلى دى چې دغليمانودبخت ستورى يې راټيټ کړي اوغورځولي دې و لرې نه ځود غرني له سوزولوڅخه يې رانيسوغزني له همدي امله وسوزول شو، غزنويانودرباري چلندخپل کله پښتوژبې اوپښتنوسره يې ددوښمنۍ لاره ونيوله دپښتنوکرکه يې راوپاروله دپښتنوپه مټ کټلي ټول برياليتوبونه يې له لاسه ووتل دالف تګين کورنۍ دتل له پاره نېسته اونابوده شوه همدغه ډول په سيمه کې دايرانيانودګورګين وروستى دربارووچې دميريس خان نيکه له خوونړول شودتل له پاره ايرانيان په دغه نيږدې سيمه کې ىئې بدله اوبې اغېزې شول هغه پخوانى نېغ په نېغه درباريي له خاوروسره خاورې شو . دنړۍ يوتاريخ ځواک او يرغل مغلوټوله نړۍ ونيوله دتوري اوقلم خاوندخوشال خان خټک خيال کاوو چې دسړک اولويې لارې په سربه مغلان دتل له پاره تګ اوراتګ کوي دده له وينا سره سم له سړک او لارې څخه لرې خښ کړل شو،ولې دپښتوژبې اوپښتنوددوښمنانو، مغلانوستورى داسې راوغورځول شوچې اوس يې په سيمه کې نوم هم نه ليدل کېږي زموږ خلک سرلوړي په خپله سيمه کې ژوندکوي همدغه ډول دپيرروښان هلي ځلي دټولودوښمنانو له پاره ديادولووړ دي اوداڅرګندوي چې دپښتوژبې اوپښتنودوژلوهڅه دې هيڅوک نه کوي زموږدهيواد پخوانى دربارسرداران ديادولووړدي دوى په افغانستان کې دربارجوړکړدپښتوژبې اوپښتنو حقوق يې له پښولاندي کړل ددرباراوفارسي ژبي دپراختياهڅه کېدله په سم ډول نه پښتوژبه وويل شوه اونه خوددي ژبي دپراختياله پاره کاروشوستونزه دارمنځ ته شوه چې اتيون ،نوې ځوانان اولوستې ټولنه له دربارڅخه لرې پاتې شوه ددرباراو دربار يانوپه وړاندې کرکه راپيداشوه په پاى کې دنادري اوشاهي کورنۍ دټغرټولولوهڅې پيل شوې داسمه ده چې پېښه به ډېر اړخونه ولري ولې په ملګروملتونوکې دنورمحمد ترکې پښتووينايادهغه خبروچې په خپله پښتووينايې وياړ کاوو،داسي انګېزه ورکوي چې که په افغانستان دربار،دربارنه وايي پاتي شوي اوپښتانه وروسته اولاندې خلک يا پښتوژبه لاندې اوغورځول شوې ژبه نه وايي پاتې شوي نودغه دکابل درباربه داسې په بي رحمي سره نه واى وران شوې همدغه ډول شوروي لوري اوځينې نوروهيوادونوولکه تاجکستان ،ايران،ازبکستان،اوترکيې غو ښتل چې په افغانستان کې پښتوژبه اوپښتانه له پام څخه وغورځوي يادپښتون ضد هلې ځلې په کارواچول شوې وليدل شول چې دافغانستان دټولوخلکوستونزې زياتي کړل شوې همدغه ډول دمقاومت په وجود کې ايرانيان ،فرانسويان اودغه ډول نورسپين پوستي اوسره پوستي سره يوځاى شول پښتوژبه اوپښتانه له دې امله اوپه دې نوم اور،او زورته ونيول شول چې ګواکې تاسوله طالبانوسره مرسته کړې ده داڅرګنده خبرده چې ډېر به ډېره مرسته وکولى شي ښايي دخپل ډېروالي له امله يې له هغوې سره مرسته کړې وي دهمدغه بهيرپه ترڅ کې يوځل بياپه افغانستان کې دفارسي ژبې دربارجوړکړل شوزموږ دهيوادډيرغټان دباباددرباريانوپه ګډون په پښتوژبه نه پوهېږي ځينې پښتوژبه نه وايي هرنوم هره پلمه اوبانه چې وي خوهرڅومره چې دپراخه پرګڼوپښتوژبه په يوځاى کې کمېږي په هغه اندازه به دغه خلک دپښتنوملاتړ له لاسه ورکړي اوپښتانه به دخپل ځان له پاره نورې دژوندلارې چارې پيداکوي داپه دي مانانه ده چې يو څوک به ورته وايي دادهرژوندي پيدايښتي خوي دى چې دخپل ژوند دپالنې اوساتنې له پاره به لاره چاره پيداکوي يوورځ دښاغلي کرزي له فرهنګي سلاکار څخه پوښتنه وشوه ،ويل دافغا نستان په شمال اوځيني سيموکې له پښتنوسره سم چلند نه کېږي دښاغلي کرزي صاحب سلاکاروزيرهيوادمل صاحب ډېرپه غروراوغوڅه توګه وويل : دروغ دي چې هرڅوک وايي دروغ وايي څو،څووارې دنړۍ دبشردحقوقوټولنواوخبر يالانوبيا،بيادپښتنوستونزې اوبده ورځ نړيوالوته بيان کړې ده سړى نه شي ويلى چې دکرزي صاحب سلاکارفرهنګي وزيرسم وايي اوکه دغه نورخلک دروغ وايي دکابل ملي ټلوېزيون دهرچاپه وړاندې ده سلاکاروزير صا حب دې وګوري چې څومره درباراوڅومره پښتوژبه پکې ځاى شوې ده ، همدغه ډول نورې پرهنګي هڅيدې وګورى چې پښتوژبه څومره اوکوم ځاى پکې لري نوښه خبره به داوې چې پښتوژبې اوپښتنوته په وړه اوسپکه سترګه ونه کتل شي دوې ددغې سيمې خلک دي دڅوکسوليکوالانوژبه نه ده چې ټول ژونددپښتو ژبې دحقوقو اوغوړيدنې له پاره ناري سورې وهي ولې هيڅوک يې غږنه اوري هرڅوک چې په دغو خلکوباندې واکمني کول غواړي دهغوى دنده ده، همدغه ډول دټولوپښتو ژبواوبشري ټولنې دنده ده چې پښتوژبه اوپښتانه له پام څخه ونه غورځوي په ستروښار ونوکې دي دمورنۍ ژبې دزده کړې وخت اوحق ورکول شي په ټلويزيون کې دې پښتوژبي ته ډېره برخه ورکوله شي دلومړي توب حق دي ورکول شي يا دې همدغه راډيواوتلويزيون يوچاته ورکول شي چې دملتوب نوم ونه لري اودخلکوګډه ملي پانګه ونه خوري که اغاى رهين يااغاى حِضرت خان ته په اجاره ورکول شي لابه ښه وي . همده غه ډول درباريان اومشران دې په دغه خبره ځان بدنه ګڼي يادې خپل ځان وړوکى نه ګڼي چې په پښتوژبه خبرې وکړي داچې په دفتراوديوان کې پښتوژبې ته کله ځاى اووده ورکول کېږي بايدپه پام کې ونيول شي دوزارتونوپه وړاندې اوپه رسمي اداره کې بايد پښتولوحوته ځاې ورکول شي پښتولوحې بايدولګول شي له قانوني ويناوسره سم بايد دپښتوژبې دودې له پاره کارونه پيل شي ،پښتوعاريضه ياغوښتن ليک اوپه هغه باندې پښتواحکام ياحکومونه بايد وليکل شي ترڅوچې پښتوژبه اوپښتانه نورخلک دژوندپه ټولوخوږواوترخوکې له خپله ځانه اوخلکوسره يوځای نه کړي اوددغې سيمې ديومنلي اوپياوړي انسان په سترګه ورته ونه کتل شي ؟؟؟ لاتراوسه يې مازغه په کرارنه دي چاچې ماسره وهلې سرپه سنګ دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشردننګرهار دقربانیانوسره تیلیفوني خبری کړي", "output": "دولسمشر حامد کرزي درسنیو ددفتر له لوري رسنیو ته دراغلې خبرپاڼې له مخې ویل شوي چې ولسمشر حامد کرزی دایتلاف په ډزو د وژل شویو لسګونو ملکي وګړو قربانیانو دخپلو خپلوانو او مشرانو سره په تیلیفون کې خبرې کړي ولسمشر کرزی دوی ته دهمدردۍ مراتب وړاندې کړي ورته یې ویلي چې له زغم او صبر نه کار واخلي، دقربانیانو دغه وارثین دوالي شیرزي دفتر ته په جلال اباد کې ور غونډ شوي وه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خو ست كې يو تن ووژل سو او اوه تنه نور ټپيان شول", "output": "حضرت بهار + خوست د يو كرولا ډوله موټر د سړك څخه د خطا كيدو له امله يو تن ووژل شو او د موټروان په ګډون اووه تنه ټپيان شول دغه پېښه د اسماعيلخيلو او مندوزيو ولسوالى د شډل په سيمه كې په لوي سړك هغه مهال رامنځ ته شوه چې ګڼ شمير موټر د واده د مراسيمو په وخت كې په هغمه سړك باندې په چټګۍ سره تيريدل دا په داسي حال كې ده چې د شنبې په ورڅ يعقوبيو ته غزيدلى په نوي پوخ شوي سړك باندې هم د دوه موټر د ټكركيد له امله يو تن ووژل شو او دوې نجلۍ ټپيانې شوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل شعر: عبدالقدیر مطفی نن مي سترګي ځکه ژاړي يار مي نشته بي له ياره مي ژوندون ډيرراته ګران دي لکه ګل ريژيږم ياره ده ډير غمه هريوغم راته په سرلـــــــ� �ــــکه اسمان دي ماته چاويل چي مـــــــــــــين شه ليوني يم بي له ياره مـــــي اوس زړه ډي� �ناتوان دي ځان به خــــــتم کړم خو يارپرښودي نشم خو پدي غمـــګين يم هروختي هجران دي اي رقيبه بـــس دي څومره مي کړي تيري ستا په ماباندي پيرزو هروخت طوفان دي زه غمـــ� �جن قدير په زړه باندي سوري يم يوغــــــــــزل يومي داغم يو مي جانان دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند: ایتلافي ځواکونو دری قومي مشران وژلي", "output": "د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د سه شنبې په شپه ایتلافي ځواکونو د محمد حسن خان په نامه د یو قومي مشر په کور بمونه غورځولي چې د هغه په ګډون یې د نومړي دوه زامن، څلور ساتونکي، یو ډاکټر وژل دی . د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي د محمد حسن خان وژنه تاید کړه. هغه وویل چې ایتلافي ځواکونو له برید وروسته د یوه بل قومي مشر حاجي اصیل خان په ګډون دوه نور کسان هم چې غوښتل یې د محمد حسن خان د تکفین په مراسمو کې ګډون وکړي هم د ایتلافي ځواکونو له خوا تر برید لاندي راغلي او وژل � �وي دي. په سیمه کې د انګریز ځواکونه قوماندانۍ چې دغه بریدونه یې تر سره کړي تر اوسه په دې باب له زیاتو څرګندونو ډډه کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د چيلى ولسمشره يوه ٥٤ کلنه ميرمن شوه", "output": "د چيلى د ولسمشرى په ټاکنوکې ميرمن ميشل باشله چې ډاکتره ده، د خپل شتمن سيال په وړاندې د ٥٣ اعشاري ٢٢ فيصده رايو په گټلو سره د جيلى د ولسمشرى څوکى ترلاسه کړه .د ا لومړۍ ځل ده چې په جنوبى امريکا کې يو ميرمن د ولس د مستقيمو رايو په پايله کې دولسمشرى مقام ته رسيږى . دغه ٥٤ کلنه ميرمن د يو پخوانى وژل شوى جنرال لورده چې دطب په برخه کې يې لوړې زده کړې په استرليا کې کړى دى . خپل هيواد له ستنيدو سره ميرمن ميشل د روغتيا وزيره او وروسته ددفاع وزيره وه .دغه ميرمن د سوسيا ليستانو نومانده وه . دې ژمنه کړې چې د اقتصادى سياست پرمخ بيولو سره به يوه عادلانه ټولنه رامنيځ ته کړى. له کال ١٩٩٠ څخه را په ديخوا دا څلورم ځل دى چې د چيلى د ولسمشرى له پاره ټاکنې ترسره کيږى . د دغې ميرمنې په وړاندې يو شتمن سوداګر سباستيا پينه را سيالى کوله چې په وروستيو ټاکنو کې يې ماتې وخوړله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دډیورنډ کرښه", "output": "شرف الدین عظیمیګوره چې هیڅکله مو هيره نه یې په ما تر هر څه ګرانېزبدي ياد ساتمه په خاطروکې مې یې ګرانې له سلوکلوډېر تېرېږيچې انتظار دې کومچې ورځ شي شپه دې څارماې دانګريزو هوډهد پـښتنو زوال شوې خولا معلومه نشوې اې ناڅرګندې پولېاې نامعلوم سرح دهخدايزده په کومه کښ شوېخدايه داچا لاسلیک کړهدادې ډيورن ملنډهزیې تنها پريښودم له وينو ډک قلم ته دشاعرۍ ماحول کې دنااوميندۍ ګرداب ته اي دې بې ننګو کرښېزما دغزل عنوان شوېهره لحظه دې ليکمهره شيبه دې لولمخداې(ج) خبر چا وه کښلې زه دې په او ښکو مينځمدزړه پسر باندې مې وليکل شوېلکه يتيم درته سلګۍ وهمه سترګې به پټې کړمه وبه ژاړمزه خپل پښتون قوم ته چې دوه ځايه شوزه پښتنو ته چې په ملا مات شو� �هاې زما د زړه په سر ولاړ ديوالهنور به دې ونړوم وران به دې کړم هلته خيبراو پيښور پاتې دي کله په دې خبره پوه یې که نه زما دټول عمردخوب تعبيريې هله به زما دزړه ټڼا کې وچوي چې خپل بيرغ په هټک ورپومزه به بياهغه وخت غزل ليکمهدخپل سرتېري او خپل پوځ لپارهچې دې بابا په سرحد ودريږي او دبابا په پلونو پښه ورکيږدي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ګوربت مطبوعاتي خبرتيا", "output": "ګوربت فرهنګي ټولنې پتېيلې چې د نوماند ژورنالېست، ليكوال او څېړونګى استاد عبدالجليل وجدي په وياړ د ګوربت ځانګړې مل ګڼه ډېر ژر خپره كړي. ټول هغه ليكوال، شاعران، ژورنالېستان، څېړونكي او د استاد مينه وال چې د ارواښاد په اړه شعر، خاطره، ليكنه، همدردۍ پيغام لري، هيله ترې كېږي چې د ګوربت په پته يې ولېږي. برېښناليك:gorbatco@yahoo.com پوستي پته: پوست بكس ۲۷۸ كابل افغانستان دغه ځانګړې ګڼه به ډېر ژر خپره شي، نو هيله ده چې څومره ژر كېداى شي، له ګوربت سره اړيكي ونيسئ. د استاد په نامه يو ويباست هم جوړو. دغه برېښنا پاڼه به په پښتو، دري، او انګريزي ژبو د استاد د ژوند او خدمتونو په اړه ځانګړې خپرونې ولري. د وېباڼې پته: www.wajdee.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د شينوارو قومي مشرانو په احتجاج لاس پوري كړ", "output": "د ننګرهار ولايت د شينوارو (غني خېلو) ولسوالۍ قومي مشرانو نن هغه وخت په احتجاج لاس پوري كړ، چي د دوى په وينا تېره شپه يې كورونو ته د ايتلافي ځواكونو سرتېري ورغلل، يو تن سپين ږيرى يې وواژه او د كلي ۹ تنه ځوانان يې ورسره بوتلل. د ولسوالۍ يوه اوسېدونكي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي برايي د شپې پر دوې بجې يې په كلي كي امريكايان يوه كور ته ورننوتل يو تن سپين ږيرى يې په وهلو _ وهلو وواژه او نهه تنه ځوانان يې له ځان سره يووړل.دغه كس وويل چي امريكايانو له يوه كور څخه يو ميليون او دوه سوه اويا زره ۱۲۷۰۰۰۰ افغانۍ هم وړي دي. يوه تن قومي مشر شكايت كاوه چي ايتلافي ځواكونو بېله دې چي افغان پوځيان يا پوليس ورسره راوستي وي، د شپې پر دوې بجې د كورونو دروازې په زوره ماتي كړې او په وهلو كشولو يې د دوى ځوانان د طالب او القاعده په تور ورسره بوتلل. يوه بل تن قومي مشر واحدشاه پاچا بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي په دې اړه يې څو ځله د ننګرهار والي او ولسمشر كرزي ته شكايت كړى دى چي هغوى د دغسي خپل سريو عملياتو د نه تكرار كلكي ژمني هم ورسره كړي دي، خو شكايت هيڅ ځاى نه دى نيولى.نوموړي قومي مشر وويل چي دلته نه القاعده سته او نه طالب او په داسي حال كي چي په دې ولسوالۍ كي قانون او حكومت دواړه موجود دي او قومي مشران هم شتون لري خو امريكايان بيا هم د دوى په كورونو بېله اجازې ورننوزي.هغه زياته كړه چي دوى به تر هغه وخته د امريكايانو په وهلو كي وژل سوى سپين ږيرى ښخ نكړي چي غوښتنو ته يې مثبت جواب ونه ويل سي. دغه اجتجاجي غونډه چي د ۱۴ كليو په استازيتوب ۳۰ تنو قومي مشرانو پكښي ګډون كړى دى او اوس هم روانه ده، غوښتنه كوي چي ژر تر ژره دي يې بېول سوي ځوانان خوشي سي او د دولت او خارجيانو له خوا دي د دغسي عملياتو د نه تكرار ژمنه ورسره وسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مريم", "output": "دلته څوك د افغانانو په شان خواخوږي نلري د سړي هغه خبره ورپه ياد شي ( خپله دي خپله خپله مي خپله) په خپله د دې ښار اوسيدونكي همداسي ندي دلته لكه ما داسي كسان همدا خوي لري . تېره ورځ چي كله له مغازې د لاګر په لور را روانه شوم مخكي تر دې چي د مغازې له خاونده رخصت را واخلم راته يې وويل چي ګوره افغانه! سبا سهار به يو څه وختي راځې او تر هغه چي خلګ مغازي ته راشي ما او تا به له ګودامه نوي مالونه مغازې ته راوړو .د مغازې د خاوند خبره مي په زړه وه او د كوټې په لور روان وم چي نا څاپه كوم كس د شا له خوا په اوږه و ټكولم .ډېره يې وډاره كړم ما ويل چي د پوليسو په ګوتو ورغلم .دلته ډېر مهاجر له پوليسو ډاريږي خو څوك حال وايي څوك يې نه وايي.د ښونځي په دوران كي به مي هم ملګرو راته ډارنده ډارنده نارې وهلې په دې نه پوهېږم چي ولي ډېره ژر ډارېږم لوړه چيغه مي له خولې را ويسته شاته چي مي وكتل يوه لوړه ، نرۍ پيغله مي د سترګو په تورو كي وليده.جامې يې اروپايي پر تن وي خو د جامو لاندي يې هر څه وطني راته ښكاره شول .پر تورو سترګو او سرو نريو نريو شونډانو يې د ستوماني دوړي پرتې وې .ښايي چي زما په شان مساپره به وي ؟ستومانه موسكا يې زما ټولي پوښتني ځواب كړي .هغه مات غاښ يې لويه نښه وه .مريم زمونږ د مخامخ كور همسايه وه تعجب مي وكړ.ښايي چې خوب به وينم ...مريم دلته په اروپا كي ؟څنګه راغله ؟څه وخت ....نه يې منم ....خدايه ! دا څه وينم!په وطن كي مي له خپلي مور څخه اوريدلي وؤ چي ، كله نا كله ملايكي د انسان په بڼه يو چا ته ورځي ....او كه څوك پرې پوه شي چي دا ملايكي دي نو په آخرت كي به ترينه سوال او ځواب نكيږي . په سر كي مي فكر وكړ چي همدا به ملايكه وي چي د مريم په بڼه كي راته راغلې وي ..... د مريم له كورنۍ سره مو په وطن كي ډيري ښيې اړيكي لرلې خو له كومي ورځي چي يونان ته راغلم د خپلو افغانانو هغه خبري به تل را يادېدې چي په پردي وطن كي څوك د خپل او قريب په غم كي نه يي هر څوك خپل كار روزګار كوي د خپلوي او قرابت ځاي خو وطن وي ، دلته كار كول او پيسې ګټل د هر افغان فرهنګ ګرزېدلی.مريم دې ښار ته په يوازي سر راغلې وه .يونان ته د يوې افغاني نجلۍ په يوازي سر راتګ د منلو وړ خبره نده. مريم د ښار ته په همدي ورځ له ډېرو ستونزو وروسته سهار وختي په داسي حال كي رارسيدلې وه چي په لاس كې ېې يوازي يو سپيره بكس وو او ټوله ورځ يې د پوليسو له ويري كله خو د ماشومانو د تفريح د پاركونو په منځ كي او كله هم د يوې نيمي كليسا تر څنګ تېره كړې وه. په اروپا كي د كليسا ګانو په مينځ كي له هيڅ چا څخه پوښتنه نه كيږي چي ته څوك او له كومه ځايه راغلى يې. قاچاقبرو هغه د ښار په ختيځه څنډه كي پريښې وه په ژبه هم نه پوهيدله خو په هغي ماته ګوډه انګريزۍ يې تر ما پوري ځان را رسولى وو كومه چي مو د كابل سنټر د انګليسي ژبي په كورس كي چي زمونږ كور ته نژدې پروت وو زده كړې وه .څلور مياشتي مو په يوه ټولګي كي د انګليسي ژبي لوست كاوه .هغه زمونږ د ټولګي مشره وه . مريم بختوره وه چي تر اوسه په دې پردي ښار كي د پوليسو منګولو ته نه وه ورغلې .د دې ښار پوليس په ناانسان توب كي په ټوله اروپا كې نوم لري . هر شپه په دې ښار كي دولتي تلويزيون وايي چي نا قانونه افغانان يې نيولي دي شايد چي مريم به هم له كه زما په شان د خپلي مور دعا اخيستې وي چي له پوليسو سره نده مخ شوې.په رښتيا هم يونان ، انګلستان ته په لاره پروت هغه هيواد دى چې كه چيرته يو كډوال ورته ځان ورسوي نو په ډيره آسانۍ سره كولاي شي له دي ځای څخه ځان د لندن ښار ته ورسوي . نه پوهېږم چي څنګه يونان ته د مريم په يوازي سر راتګ باور وكړم. د كوټې په لور مي راسره روانه كړه .له هغې څخه مي د خپلي بوډۍ مور او كشري خور د حال پوښتنه كوله او هغې هم يوه په يوه راته ځواب راكول اوس نو زما كوټې ته يوازي ۵ دقيقې په پښو د تګ لار پاتي وه.په افغانستان كي خو پردۍ لور له بيګانه سړي سره يوه شپه خو څه چي يوه شيبه هم نه شي يوازي تيرولای خو دلته په دې بېګانه ښار كي مريم له ما به غېر هيڅ څوك نه پېژني .له ځان سره دا چورت وهم چي خدايه دلته خو افغانستان نه دى چې لوي كور وي او كه هر څو بيګانه ميلمه راشي ورته د ميلمنو په ګوټه كي ځاي وركړ شي پردى وطن دىيوه كوټه او يو تشناب لرم پخلنځۍ مي هم همدا كوټه ده د خوب كوټه هم دا ده او...هر څه مي همدلته دي .مريم په لاره را ته ګډه وه په دي ۵ كلونو كي چي زه دلته راغلې وممريم هيڅ توپير نه وو كړىهغې ته به په كوڅه كي ګاونډيو نجونو لاوبالي ويل له مځكي او آسمانه راته ګډه وه بې له دې چي ترېنه پوښتنه وكم ته به وايې چي په همدي ورځئ يې د زړه غوټي خلاصي شوي وي ، هر څه چي يې په وطن كي ليدلي وو راته يې د ټلويزيون د وياندي په شان يو په بل پسي وكړې.د هغوی له كوره شروع بيا تر كوڅې او دګاونډيانو تر روابطو او هان دا چي د خپلي مور او د موچي د ښڅي تر شخړي پوري.موچي له يوي ډيري بډايه كورنۍ څخه وو خو لكه څنګه چي زمونږ په هيواد كي كورني جنګ له مونږ څخه خپل پلار واخيست او هر څه يې راته وران كړل هغه هم د جګړې ډيري ناخوالي تيري كړي وې .د مريم كيسو زه داسي تر خپل اثر لاندي راوستم چې د دې ښِار د جګ پوړو او ښيښيي ښكلو ودانيو تر لاندي د تېرېدو پر وخت مي داسي احساس كاوه چي په وطن كي يم. مونږ لا لاګر ته نه وو رسېدلي چي يو پنډ سور مخى پوليس مو مخي ته ودريدپوليسِ!اجازه ده .كولاي شم ستاسو پاسپورټونه وګورم مخكي له دي چي زه خپله د كډوالي پيژند پاڼه پوليس ته وروښيم مريم ته مي وكتل چي رنګ يي تك ژيړ الوتي او اوس يې په تندي ټولي هغي ستونزي ښكاري چي دلته يې د راتګ په لاره ګاللي دي.ته به وايې چي دا هغه پخوانۍ مريم نده .مريمه زمونږ په ګاونډيانو كي ډيره غښِتلې پېغله وه كله چي به د كوڅې كومي ښځي ټغر ټكول نو خامخا به دا ورسره وه .خو د پوليس سره له مخامخ كېدو وروسته مريمه داسي بې توانه شوې وه لكه يخ چي وهلې وي ځايی پر ځای هكه پكه ولاړه ده ، پوليس زما پيژند پاڼه وكته او په مسكۍ خوله يې راته وويل ځئ!پوليس بې له دې چي له مريم څخه د څه پوښتنه وكړي زمونږ له مخي تېر شو ځان مي وښوراوه لكه چي خوب مي ليدلی خو نه هرڅه ژوندي وو او ريښتني له ډېر منځل او ډار څخه وروسته لاګر ته ورسېدو دلته په مساپري كي دومره وخت نه وي چي څوك خواړه پاخه كي دلته ارزانه او اسانه خواړه بسكيټ دي خو زما د شنبې د شپې خواړه په يخچال كي پاتي ووهغه مي را تاوده كړه او دومره شوو چي زمونږ دواړو ګذاره پرې وشي .د بيګاه ډوډ ۍ هم وخوړه شوه يو بل بوج هم زما له اوږو كم شو خو يو بوج لا هم پرخپل ځای پاتي دی مريم ته مي په كوټه كي ځای ور واچاوه او ما په پخلنځي كي شپه صبا كړهدا شپه هم تېره شوه د سهار اته بجې به نوي شوي چي دروازه را وټكېده د كيلي تر چولې مي د دروازې شاته ولاْړ كس ته وروكتل ګمان مي وكړ چي زما د مخامخ كور همسايه به وي زما همسايه د سوريه وګړى وو هغه هم نه وو قبول شوی زما او د هغه درد يو وؤ چي ور مي خلاص كړ هر څه بدل وو د آف ام بي پوليس په چټكۍ كور ته را ننوتل او دې خوا اې خوا يې له كتو وروسته د مريم لاس بې له سواله جوابه ور وتړل او زما په سر يې هم توره كڅوړه را په سر كړه او له اپارتمان څخه يي را ويستو د كوڅې مخي ته يې په ولاړ موټر كي واچوله داسي پوه نه شو چي چيرته يي يوړو يو وخت چي يې زما سترګي لا خلاصي كړي د زندان ځولنې وې او بس له هغې ورځي تر اوسه ۶ كاله تېريږي چي له خپلي مور او خور چي په افغانستان كي دي حال نلرم د مريم پته هم نه لګيږي چي چيرته به وي ؟ په دي كلونو كي يو ورځ مستنتق زما خوني ته راننوت او دومره يې راته وويل چي تاسو هيروين په بكس كي كوم ځای ته وړل؟؟ما لا ځواب نه وو وركړی چي مستنتق ته د ټليفون زنګ راغى او ووت بيا تر اوسه څوك ندي راغلي چي زما قضيه وڅيړي زما ټول ارمانونه دلته له خاورو سره خاوري شول كله چي له افغانستان څخه راتلم خور او زړې مور مي راته ويل چي ګوره په ژوند كي ډېره محطاطه اوسه يوه لحضه غفلت د سړي د عمر د بربادي سبب ګرځي . ښايي چي د هغوی خبري به سمي وې اوس زه پوه شوې يم چي ګناه زما وه نه د هغي كه ما مريم ته شپه نه واي وركړې ولي به زما ۶ كاله عمر د زندان د پنجرو شاته تېرېده اوس يوازي دومره پوهېږم چي د مريم په بكس كي هيروين وو نه پوهېږم چي هغې به قصدي دا كار كړی وي كه څنګه خو مريم ځكه داسي كار نشوای كولای چي دې ملك ته د هيروينو راوړل د داسي يوې نجلۍ لپاره لكه مريم دانسان له عقل ليري خبره ده ښايي چي قاچاقبرو به د هغې په بكس كي هيروين ځای پر ځای كړي وييو وخت خو مي اوريدلي وو چي قاچاقبر د مړو په خيټو كي هيروين ږدي او بيا يي له يو هيواد څخه بل هيواد ته ليږدوي خو اوس په دي باور يم چي قاچاقبر يوه بل قدم هم مخي ته شوي هغه دا چي د ژوندو انسانانو په خيټه كي هيروين ږدي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قبايلي مشرانو له طالبانو سره خبرو ته تيارى وښود", "output": "د قبايلو د خيبر، جمرود، باړه او لنډي کوتل قومي مشرانو له ځايي طالبانو سره د مذاکراتو د شروع کېدو تيارى وښود. د ملک احمدخان په نامه يوه قومي مشر د پاکستان له ډاون ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي هيڅوک په پاکستان او افغانستان کي د سولي د راتګ په لاره کي د طالبانو پر ونډه سترګي نه سي پټولاى، نوم وړى وايي طالبان په سيمه کي يو لوى قوت دئ چي بايد د خبرو له لاري سولي ته راوبلل سي. ملک احمد خان يو له هغو کسانو څخه دئ چي تېره اونۍ يې په کابل کي د امن جرګې په څلور ورځنۍ غونډه کي هم برخه اخيستې وه. نوموړى وايي که د پاکستان حکومت د کشمير پر سر له انډيا سره خبري کولاى سي، پښتانه هم دا حق لري چي په خپل منځ کي د سولي د راتګ دپاره له يو بل سره مخامخ خبري وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سويلي سيمو کې ماين پاکول ځنډول شوي", "output": "١٣٨٤ د غبرگولي ١٣ کابل : ملگرو ملتونو اعلان کړى دى چې د افغانستان په سويل لويديځو سيمو کې به تر نامعلومه وخته پورې د ماين پاکولو چارې دروي . دا اعلان تر هغه وروسته وشو چې په دغو سيمو کې دوه تنه ماين پاکوونکي ظاهرآ د طالب اورپکو په بريد کې ووژل شول . ځايي خلک د ملگرو ملتونو دغه پريکړه غندي او وايي په حقيقت کې دغې لويې نړيوالې ادارې د اورپکو له زړۀ سره سم کار کړى دى . ماينونه هره اوونۍ په افغانستان کې په لسگو کسان يا وژني او يا يې هم معيوبوي . د ماين پاکونکو دغه پريکړه که د ډير وخت لپاره پاتې شي نو ښايي په سويل لويديځو سيمو کې له دغۀ پټ وژونکي او معيوبونکي توکي څخه ډير زيان خلکو ته ورسيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پاکستان کې دزورواکانو او دکتاتورانو واکمني", "output": "دپاکستان له جو ړېدو نه اوس نږدې اته پنځوس کلو نه تيريږي٠ددغوکلونوپه ترڅ کې دپا کستان اولس او کړيدلو خلکو دپوځي دکتاتورو بد ما شا نو نه يوه ورځ هم خوشاله نه ده تيره کړې او تل پوځيان اود پو ځي يو نيفورم خاوندانو او هغو کسانو پرې حکومت کړی چې په اصل کې نه په د مو کر اسۍ عقيده لري او نه يې خوښيږي٠په دغه اته پنځوس کلنه دوره کې تقر يبا ټول واکمنان پو ځيان تير شوي دي چې له فيلډ ما رشال ايوب خان نه را واخله بيا تر جنرال يحيی خانه پورې چې پا کستان يې تجزيه او ټوټې کړ او دجن� �ال ضياالحق ددکتا تورۍنه را واخله د او سني دکتا تور جنرال پرويز مشرف پورې تل د هغو کسا نو مرۍ زندۍ کړي چې د خپلو روا او مشر وع حقو قو غو ښتنه يې کړې ده٠ په دغو ټو لو وختو نو کې دوی دسند، پنجاب،پښتو نخوا او ب� �وڅو د بيوزله خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي، دهنداو پا کستان تر مينځ جګړې پکې شوي او ددوو ور وستيو دکتا تورو جنرالانو په سبب خو زموږ ګران هيواد افغا نستان ددوی له لاسه په کنډوالو بدل شو٠ رابه شو دې ته چې دغو پو ځي جنر الانو د پاکستان تر جو ړيدو وروسته په پاکستان کې څه ډول ګلان وکرل دجنرا ل ا يوب خان د پو ځي اقتدار په وخت کې په کال ١٩٦٥کې دهند او پا کستان تر مينځ د کشمير دلا نجمنې سيمې له کبله جګړه وشوه او په دغه جګړه کې پا کستان ما ته و خوړه٠همداراز په ١٩٧١ کال کله چې جنرال يحيی خان داقتدار پر ګدۍ ناست ودهند او پا کستان تر مينځ بله جګړه وشوه چې په نتيجه کې پا کستان ما تې وخوړه او ختيز پاکستان يې له لاسه ووت چې دهغې پر ځای د بنګله ديش هيواد رامينځ ته شو٠همداراز ددغو دوو ېادو شوو دکتا تو رانو په وخت کې دپښتنو او بلوڅو پر حقوقو ډير تيري شويدي ډير شمير پښتانه او بلوڅ مبارزين زنداني شوي او يا هم شهيدان شويدي٠دپښتنو مبارز او دخدايې خدمتګارو مشر جناب فخر افغان خان عبدالغفارخان او دده نو رو مبارزو ملګرو ډيره اوږده موده په پاکستاني جي� �ونو کې تيره کړېده ،دده ورور ډاکټر خا ن صاحب د همدې پا کستاني پو ځي اجينټا نو له خوا شهيدکړل شویدی٠هم داراز په بلو چستان کې دپښتنو بل ستر مشر خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي زندانونه ګاللي او په پای کې دهمدې پوځي دکتا تو رانو د ګو ډاګيانو له خوا شهيد شویدي٠همداراز په بلو چستان کې دپښتنو او بلوڅو نور مبارزين � �که محمد ايوب خان اڅکزی، غوث بخش بزنجو،مير بخش مري او شهيد اکبر بګتي د همدغو بد ما شه جر نيلانو د غضب ښکار شوي دي٠د ضياؤلحق ددکتا تورۍ په وخت کې دپا کستان دپيپلز ګو ند مشر ذوالفقار علي بټهو ته د پانسۍ سزا ور کړل شوه٠اوسنی پوځي دکتاتور چې پر ګدۍ کيناست نو د پا کستان دخلکو سره يې ژمنه وکړه چې تير حکومتو نه يعنې دبېنظير بټهو او په تېره بيا د نواز شريف حکومتونه ډير ظالم،رشوت خوره او غله حکو متونه وو چې دپا کستان خلک يې لوټ کړل او دپولۍ پړک ته يې کينول او زه به د پا کستاني معا شرې او ټو لنې نه دا ټول مظا لم پای ته ورسوم او ا� �تصادي خوشالي به راولم،ده نواز شريف او بينظير بټهو ته دوسيې جوړې کړې چې دوی غلاوې او اختلا سونه کړيدي او دبيت المال خزاني يې لوټ کړي دي٠جنرال دپا کستان دخلکو سره دا ژمنه هم وکړه چې تر لنډې مو دې وروسته به ټولټاکنې کيږي اودی به خپله پو ځي دريشي او يو نيفارم ايسته غور ځوي،خو دوخت په تيرېدو سره جنرال صاحب ته چوکۍ ډير خوند ورکړ٠په هغه وخت کې چې پا کستا ن خپله لو مړۍ اټومي ازموينه سرته ورسوله نو پا کستان په يوه ډير نا وړه ا� �تصادي حالت کې و،لويديځوالو ورته هيڅ اهميت نه ور کاوه او پا کستان يو ډير منزوي هيواد و،خو د جنرال مش� �ف غوا هغه وخت لنګه شوه چې دی د تر هګرۍ پر خلاف جګړه کې دامر ېکې ملګري شو٠بايد وووايو چې جنرال مشرف خپل م حبو بيت د پا کستان په خلکو کې هغه وخت له لاسه ورکړ چې په خپلو تيرو ژمنو کې پاتې راغی٠دده د پوځي واکمنۍ په وخت کې نه يوازې اقتصادي بد حالي او فقر او بيوزلي رامينځ ته شوه بلکې په هغه هيواد کې دتر هګرۍ او تروريزم لمن تر اس� �ا م اباده پورې وغزيده،په پښتونخوا ،بلو چستان او سند کې حالات خراب شول٠پردی بر سيره دپا کستا ن دسترې مح کمې د قا ضي القضات يعنې دپاکستان د سپريم کورټ دچيف جسټس افتخار محمد چو دهري بيا ټاکل چې دده له خوا ليرې کړای شوی و د جنرال مشرف پر مخ يوه بله څپيړه وه چې دده شهرت ته يې ډير زيان ور ساوه٠همدا راز پا کستان ته د نواز شريف راتګ او داسلام اباد له هوايې ډګره سعودي ته د هغه شړل هم يوډير شمير پا کستا نيان خو ا� �يني کړل چې دا هم په خپل وار سره دپوځي دکتا تور جنرال حيثيت ته درنه صدمه ور سوله٠په دې ورو ستيو کې جنرال ژمنه کړې وه چې پو ځي وردي يعنې جا مې به له خپله تنه ايسته کوي او په پا کستان کې به شفاف انتخابات رامينځ ته کوی٠ جنرال صاحب د همدې مقصد له پاره څه موده وړاندې دې ته اړ ايستل شو چې په دوبۍکې له بينظير بټهو سره و ګوری اوپه را تلو نکې کې هغه له ځانه سر ه په قدرت کې شر يکه کړي، له هغه چا سره چې هغه او دهغې خاوند اصف زرداري ته په پا کستان کې دبډو اخپستلواو اختلاس دو سيه پخپله مشرف جوړه کړې وه٠مشرف به تل ويل چې بينظير بټهو او نواز شر يف به هم هيڅکله پا کستان ته را پرې نږدي٠ خو مو ږ او تا سو ټو لو د تلويزيونونو پر مخ وليدل چې بينظير بو ټو په څه کش او فش سره پا کستان ته راغله اوپر هغې باندې درشوت او ا ختلاس تو رونه دجنرال صاحب په امر وبخښل شول او دوسيې يې له مينځه لاړې ٠ تيره شپه جرنيل مشرف په دغه هيواد کې اضطراري حا لت يا ايمر جينسي اعلان کړ ده وويل چې هيواد دلو يو ستونزو سره مخا مخ دی او په تيره بيا د هغې هيواد د قضائيه قوې اوعدليه چارو نه چې په راس کې افتخار محمد چو دهري وسر ټکاوه٠ دتعجب او حير انتيا ځای خو دادی چې ده له يوې خوا د پاکستان د اساسي قانون د مادې له مخې د ايمر جينسۍ اعلان وکړ اوله بلې خوا يې وويل چې نو ر نو دا قانون لغوه � �و ٠همدا راز ده دپا کستان قا ضي القضات او دسترې محکمې نو ر قا ضيان هم د کاره بر طرف کړل او دافتخار محم دچو د هري پر ځا ی يې د خپلې خو ښې بل سړی پر د غې دند ې وګو ماره،په مو بايلي اوتيلفوني اړيکو يې پند يزونه لګولي او هم يې د شخصی چيلنونو پر و ګرا مو نه تر دم ګړيه بند دي ،خو په د ولتي چينلو نو کې د مشرف م داحانو دده ددې عمل ستا ينه کوله ٠ز ما په عقيده پوځي دکتا توري هيڅ کله هم نه شي کو لای چې د دمو کر اسۍ او د دمو کر اتيکو غو رځنګونو مخه ونيسي،په نړۍ کې ډير دکتا توران او دکتا توري رژيمونه راغلي ،خو ډير زر د خپلو نا وړه عملو نو په سزا رسيدلي دي٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درى نوي واليان وټاکل شول", "output": "د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په پشنهاد او د جم هوري رياست د عالي مقام په منظورۍ لطف الله مشعل د لغمان ،شير خوستى د غزني او ګلاب منګل د هلمند د والي په توګه ټاکل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهار : دټاكنو دپاره كلك امنتي تدابير تر سترګو كيږي", "output": "احمد لودين : كندهار دا چي ټولټاكنو ته يوازي دوي ورځي پاتي دي خو په كندهار ښار كي او نژدي سيمو كي ناامنى زور اخستي دي او خلك په ويره كي دي چي تيره ورځ هم كندهار ښار په دريو توغنديو وويشتل سو چي په ترڅ كي شپږو تنو ته مرګ ژوبله واوښته خو نن ورځ د سهار راهيسي په ښار او نژدي سيمو كي كلك امنتي تدابير نيول سوي دي دښار په هره برخه كي ملي پوليس او دملي اردو سرتيري تر سترګو كيږي خو تر ډيره ځايه دښار واك دملي اردو دسرتيرو په لاس كي دي دوي تلاښى هم كوي او په پليو ګزمو هم بوخت دي خو بيا هم كندهار ښاريان په ويره كي دي او زړه نه ښه كوي چي دښار په هره برخه كي وګرځيږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امریکايي قانون پوهانو له ګوانتانامو څخه د افغان ماشوم د خلاصون غوښتنه وکړه", "output": "مي� �ويس جلالزی د امریکې یو شمیر قانون پوهانو د اوباما له ادارې غوښتې چې د ګوانتانامو له زندان څخه هغه افغان ماشوم آزاد کړي چې عمر یې ۱۲ کاله دی او له څو کلونو را پدې خوا په امریکايي سرتیرو د برید پر تور نیول شوی دی.دغه افغان څو کاله دمخه د کابل ښار د پل خشتي جومات ته نژدې د امریکايي سرتیرو په یوه جیپ موټر د لاسي بم ګزار وکړ چې په دغه برید کې دوه امریکايي سرتیري او د هغوي افغان ژباړن سخت ژوبل شول.دغه ځوانکی له هغه برید وروسته د امریکایانو له خوا ونیول شو او له څو کلونو را پدې خوا په ګوانتانامو کې بندي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکابل په ځانمرګي بریدکې د ځیانمنو شویو کسانوکورنۍ مرستي غواړي", "output": "دکابل ښار د پنجشنبې د ورځي په ځان وژونکي برید کې د وژل شویو او زخمیانو د کورنیو غړي له ولسمشر حامد کرزي څخه عاجلي مرستي غواړي . د پنجشنبې په سهار اته بجې اودیریش دقیقې یو ځل بیا دکابل ښار یوې زورورې چاودنې ولړزاوه. دا چاودنه د عامي روغتیا څلور لارې ته نژدې د امریکې د سفارت ودانۍ ته په ۶۰ مترۍ کې رامنځ ته شوه. برید کونکی په یوه ګړندي موټر کې سپور وو چې غوښتل یې د امریکايي ځواکونو قافله په نښه کړي. عیني شاهدنو بینوا ویب پاڼي ته وویل چې برید کونکی له برید شیبه دمخه هڅه وکړه چې د امریکایي ځواکونو د زغروالو ګاډو کتار ته ځان ور نژدې کړي خو د ولسي افغانانو د موټرو ګڼه ګوني د هغه مخه نیوله او نوموړي له وارخطایې ځان د ولسي افغانانو له یوه ټکسي م وټر سره وجنګاوه . په دې چاودنه کې چې غږ یې هان تر یوه کیلومتر واټن پوري واوریدل شو لږ تر لږه یو تن مړ او شپږ نور ژوبل شول. دا چاودنه د ولسمشر کرزي له هغو څرګندونویوازي څو ساعته وروسته وشوه چې د طا� �بانو مشرانو ته یې سولي ته د ورګډیدو بلنه ورکړه. طالبانو یو ځل بیا د تیر په څير د دې برید مسولیت وم انه.له چاودنې سره سم د عامي روغتیا وزارت امبولانسونه سیمي ته را ورسیدل او مړه او ژوبل کسان یې نژدې � �وغتونونو ته ولیږدول. د کابل ښار د امیه قوماندان جنرال ایوب سالنګي وویل چې سیمي د پولیسو له خوا کلا بند � �وي ده او پولیسو خپلي څیړني پیل کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسرحداتواوقبایلو دوزیر هڅي دستایلو وړ دي", "output": "دبينواد پاڼي ګرانوكاركونكوته سلام ونه اوبرياوي نن مي ستاسوپه پاڼۀ كي ولوستل او وليدل چې دسرحداتو اوقبايلو چارونوي وزير ښاغلي اسدالله خالد په توره سړه شپه كي درحمن بابا دليسي دليلي ځخه كتنه په غيري مترقبه ډول سره وكوله او تر اوسه په رڼاو رځ له دي ليسي چې ټول هغه خوار غريب پښتانه اوسيږئ چې دظالمانو او دپنجاپيانو دنوكرانوله لاسه يې ښونځئ سوځيدلي دي يوه وزير او كوم بل چارواكي ليدنه نه ده كړي ،دادوياړ ځاي دي چې نن ښاغلي خالد په شپه دخپلو پښتنو وروڼو اح وال اخلي او دهغوي له ستونزو ځان خبروي ، داكار هر ځوك نه شي كولاي يو وزير په رسمي مهال كي ددي مهال نه � �ر چې دداسي بي وزلو ليدنه وكوي او دهغوي له ستونزونه ځانونه خبر كړي ،ولي هغه وزيران چې دقدرت او پيسو دټوله ولولپاره ګمارل سويدي ځان دونه په تكليف كړي چې دښي تودي خوني ښه پاسته پالنګه راولاړ شې اود هغو ببرسرو او خوارو پښتنو ليدنه وكوي چې هغه هم درحمن بآبآ په ليسه كي اوسيږي څه اړتيالري ؟ دادي نن مو وليدل چې څوك دپښتنو سره مينه اوپښتنواله لري هيواد ته څوك خدمت كوي او دخپلو نازولو مهالونو څورولي ويني اودهغو دستونزو دهواري لپاره ژمني كوي ،زه وښاغلي اسداله خالدته ددي ستر او ميړني كار دكولو اودپښتنو دستونزو دليدو او هوارولو له امله مباره كي وايم ا و وربآندي وياړم ،په دي پښتون پال كار كي دي نور هم بري او مخ په وړاندي تګ غواړم ،تاسوبايد نورهم وښوريږي او وخوځيږئ دپښتنو له حاله ځان خبر كړي ،پښتانه نن دهره لوري ټكيدلي ،پ� �ځيدلي ،غورځيدلي ،څوريدلي ،شړل سوي دي ،تاسويې بايد په ټول توان پرسر لاس ورتيركړي ، مخكي په همد ي پاڼه كي داويل سوي وو چې خالد هراتيان نه غواړي ځكه دي كار نه شي كولاي او په نورو فكرونوكي ډوب تللي دي ،مايي په ځواب كي وليكل چې له تورونو تيرشي خلګوته دخدمت لاره وركړي تر ځو وازمويل شي دادي نن زما خبره سم وختله .نوتركومه ځآيه چي زه ښاغلي خالد پيژنم په دي اساسو شرايطوكي پر دي وزارت دده ګمارل به پښتنوته دسا ايستلو واك په لاس ورشي او دو ي بۀ هم دنوروپه شان خوښ اوپه دي بۀ وپوهيږئ چې له يوه مخه ټول پښتانه چارواكي تجاران او معامله ګر نه دي په دو ي كي داسي كسان هم شته چي ددوي ستونزي نه شي زغملاي ،دادي تاسو وليدل نن خالد هغه توره وكوله چې نه چا كړيده او نه يې كولاي شي ،ټول پښتانه دده دانوي نوښت او دخدمت پيل په نيك پال نيسيږئ ،پښتانه پوره ډاډ لري كه دده په شان ځوتنه نورهم دپښتنو ريښتني خدمت كونكي پيداسي نو هغه ورځ به لري نه وي چې ددوي ستونزوته دپاي ټكي كيښودل شي ،ټول افغانان له ښاغلي اسدالله خان خالد نه هيله لري دادپښتنو وزارت او دپښتنو دستونزو دهواري وزارت دي په ټول توان له دي موقع نه ګټه پورته كړه دپښتنو دستونزو دهواري لپاره عم لي ګامونه پورته كړه .تاته دټولو پښتنو دهيلو سترګي دراوښتي دي او له تانه كار او خدمت غواړي په تاپوره ډاډل� �ي او درباندي حساب كوي تاسو هم بآيد چې ددوي هيلي مړاو ي نه كړي بلكي ويې غوړوي او تر منزل پوري ورسوي .دقوم ونو ديوالي خبري نن رواني دي په دي كار كي تر تاسو بل ځوك دښه كار كولوتوان نه لري نو دهرقوم سره په ټول توان مرسته په هره لاره چې وي وكوي .په هيواد كي دټولوليسو چې په قبايلو پور ي اړه لري پوښټنه وكوي او ورسره لازمه مرسته وكوي داكار به دي ډيرلوي خدمت دپښتنوڅلميا نو په روزنه كي وي .تاسوته په ټول چاروكي برياوي غواړم دټول هيواد والوهيله ده چې خپل چارواكي دي ته وهځوي تر ځو دپښتنو لپاره دخدمت عملي ګامونه پورته كړي .نور بايد بي ځايه په چاتورونه ونه لګو ل شي بلكي دهغه دسمون اوخدمت ته دهڅولو لپاره كار وكوو.................په دغوليسو كي رحمن بآبآ اود خوشحال خان بابآ كي دپښتو دنوښت او خدمت لوي سيمنارونه جوړ شي او بيرته داليسي دپخوا په شان په علمي او ټولنيز ډول داسي راژوندي او راپورته شي چې دټول افغانستان دعلم ځانګو وګر ځولې شي او دهر ه لور ي ورته هيل او اميدونه پيدا شي داديرښه دپښتو او پښتنو دخدمت چانس په لاس درغلي دي په ټول توان هيله ده سي تر كار واخلي ،پښتانه وايي ميړونه مري نمونه يې پاته كيږئ نن په خدمت نوم پاته كيږئ ځوك دكيسو اتلان دي ځوك دپيسو اتلان دي خو دادكيسو اتلان تل ژوندي او سرلوړي وي ،هيله ده چې دخوارو او ځوريد� �وپښتنو اوښكي پاكي كړي په دره ناوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل جـــانانه نوربېلتــــــون زغملی نه شم بغیر لتا ژونــــــ� �ـــدون زغملی نه شمسرمې دی دروندستاله غمونوګلېنوریې پخپـل زنګون زغملی نه شم خیرکه په مینـــــ� �ــــه کې تاوان کومهرقیبه ستالمســـــــــون زغملی نه شمزه ستادعشـــــق د مدرسې طالب یم جانانه بل مضمـــــــــون زغملی نه شممینې په تور یې کړ کافرمــــــــــلګرو!فقیرزی داقـــــــــــــانون زغم لی نه شمسیدرحمن فقیرزی غزنی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پكتيا – ډير ښكلي عالي اسلامي دارالعلوم جوړ شو", "output": "د لويي پكتيا دعالي اسلامي دارالعلوم د جوړولو چاري بشپړي او د يو لړ مراسمو په ترڅ كي د سلاكار وزير او پكتيا جمعه خان همدرد لخوا په داسي حال كي چي د ګاونډيو ولايتونو واليان ، په ولسي جرګه كي د لويي پكتيا وكيلان ، د لويي پكتيا سناتوران ، په افغانستا ن كي د متحده ايالاتو د سفير مرستيال وين هم حاضر د پټي په پري كلوسره پرانيستل شو . دغه عالي اسلامي دارالعلوم په ۳۳ جريبه ځمكه كي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي چي په يو وخت كي د څه د پاسه زر تنو طالب العلمانو د زده كړي ځاي لري د غه دارالعلوم ، سر بيره په تدريسي وداني ، ليليه ، خوړنځاي ، د معلوماتي ټكنالوژي څانګه ، د حرفوي زده كړو څانګه ، د اداري او مديريت څانګه او داسي نوري برخي لري په نوموړي دارالعلوم ۱۳۱۶۰۰۰ امريكايي ډالره مصرف راغلي چي په ګرديز كي ميشت بيا رغاوني ټيم لخوا وركړل شوي پكتيا والي ښاغلي همدرد په خپله وينا كي له هغو ټولو ښوونكو او زده كړاليانو ته بلنه وكړه كوم چي په ګاونډيو هيوادونو كي په زده كړه بوخت دي او وي ويل ( دا مدرسه یا دالعلوم به زمونږ د دیني زده کوونکو هغه تنده ماته کړی ، چی د تفسیر ، احادیثو او فقهی د زده کړی لپاره یی په بهرنیو هیوادو او په ځانګړی توګه پاکستان کی کلونه ، کلونه د مسافرئ شپی تیروی. زه هغو ټولو دینی عالمانو ته د ښاغلی جمهور رئیس حامد کرزی په استازیتوب بلنه ورکوم چی راشی او په خپل هیواد کی ، خپلو بچو ته دینی تدریس وکړی او له بهرنی اغیز پرته د دی هیواد بچی په اسلامی او افغانی روحیه وروزی ). ده وويل ( دا ديني دارالعلوم دي (د لوی خدای (ج) شکر ادا کوم چی ددغه دارالعلوم د بنسټ ډبره می د خپل کار په پیل کی ایښی وه او اوس یی د پرانیستی ویاړ راپه برخه کیږی ، خدای (ج) دی دا مدرسه د علومو سمندر ثابت کړی او زمونږ علماوو ته دی توفیق ورکړی چی ، ددغه دینی مرکز په برکت ددی هیواد د بچو د دینی روزنی تر څنګ د سولی ، ملی روغی جوړی او د خپل ګران هیواد د ودانۍ په کار کی د افغانستان د اسلامی حکومت مټې مضبوتی کړی) همدرد زياته كړه (تر څو چی مونږ په اسلام پوهیدلی نه یو او خپلی دندی مو په تقوا او ایماندارۍ سره سر ته رسولی نه وی د هر ډول فساد او بی امنۍ دروازی به خلاصی وی) د يادولو وړ ده چي د لويي پكتيا ( پكتيا ، پكتيكا ، خوست ، غزني او لوګر ) ټول د ديني زده كړو مينه وال كولاي شي په دي لوي ديني مركز كي زده كړه وكړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اروپايي ټولني د ملت د بابا پر مړينه خواشيني وښوده", "output": "افغانستان ته د ارپايي ټولنې خاص استازي فرانسس وينډرل د ملت د بابامحمد ظاهر شاه په مړينه خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې نوموړي ټول عمر د خپل هېواد په خدمت کې تېرکړ . وينډرل ، چې پرون ما ښام يې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې د ملت بابا يې له پخوا څخه پېژانده او هغه به تل د افغانستان د سوکالۍ په اړه فکر کاوه . وينډرل، ډاډ ورکړ چې د ملت د بابا مړينه به د افغانستان او اروپايي ټولنې په اړيکو هيڅ منفي اغېز ونه لري . هغه زياته کړه چې د ملت بابا � �ويه هيله داوه ، چې په افغانستان کې يو ځل بيا لويه جرګه راوبلل شي او دغه هيله يې څلور کاله مخکې پوره کړه . وينډرل وويل : (( زه د اروپايي ټولنې په استازيتوب، د افغانستان دولت او خلکو ته د ملت د بابا په مړينه تسليت وايم.))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان کې د م.م. د ماموريت تمديد", "output": "د ملگرو ملتونو د امنيت شورا 15 غړو تيره شپه په افغانستان کې د دې سازمان د ماموريت موده د يو بل کال لپاره وغزوله .ديو پريکړې ليک له مخې داورپکو په وړاندې جگړه کې له ناټو سره د همکاريو د ډيرولو لپاره په افغانستان کې د دې سازمان موده امنيت شورا ډيره کړي ده .دغه پريکړه ليک دايټاليا له خوا ترتیب شوى وو اود راتلونکي کال د مارچ تر مياشتې پورې يې دملگروملتونو ماموريت په افغانستان کې وغځاوو په داسی حال کی چې دا ماموریت د نوي کال په لومړۍ ورځ سر ته ورسيد.ددې هيواد لپاره د ملگ� �و ملتونو نوى استازى کى ايدي د دې نړيوال ملکي ماموريت مشري په غاړه لري او ډيره تمه ترې داده چې د افغانستان لپاره ډيرې نورې نړيوالې مرستې وهڅوي . گډون والو هوکړه وکړه چې د دې سازمان د ماموریت په تمدید سره به د طالب وسله والو پر وړاندي د افغان حکومت ، نړیوالو ځواکونو او متحدیدنو تر منځ لا هم غږي رامنځ ته � �ي او په دې سربیره به د افغانستان د بیاودانولو په چارو کې چټکتیا راشي .د ملگرو ملتونو څانگه چې په افغانستان کې د یوناما په نامه پیژندل کیږي د طالبانو د حکومت له ړنگیدو راهیسته په دې هيواد کې فعالیت کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د څرخي پلۀ په زندان کې بغاوت د ٩ کسانو په وژنې پاى ته ورسېد", "output": "کابل د ليندۍ ٢٧ ، ١٣٨٣ افغان ځواکونو نن ( جمعه ) کرۍ ورځ د القاعدې د غړو پر ضد د څرخي پلۀ په زندان کې تر نښتو وروسته باغي زندانيان کابو کړل . دا پېښه هغه وخت وشوه چې يوۀ زنداني د ږيرې خرييلو له يوې چړې ځان ته چاکو جوړ کړ او يو ساتونکى يې وواژۀ . د ساتونکي د ټوپک په ترلاسه کولو يې له زندان ساتونکو سره نښتې پيل کړې چې د وروستيو خبرونو ترمخه ٩ کسان پکې ووژل شول . د څرخي پلۀ په زندان کې يوۀ ساتونکي وويل چې دوه پاکستاني زندانيان چې په وسلو يې ځانونه سمبال کړي و تر هغه وروسته ووژل شول چې ٥٠ تنو افغان سرتيرو زندان کلابند کړ او دغۀ بغاوت ته يې د پاى ټکى کېښود . دغه کسان د څرخي پلۀ په هغۀ بلاک کې ساتل شوي و چې په دې وروستيو کې يو امريکايي هم پکې بندي دى . دغه امريکايي ، جانتن اديما ، د افغانانو په ځورولو ، نيولو او وهلو ټکولو تورن دى . اديما او د هغۀ دوه نور امريکايي دوستان په لس کلن قيد محکوم دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په عراق کې د القاعدې څلور غړي وژل شوي", "output": "په عراق کې د امريکې پوځ واېې چې د ام ريکې په مشرۍ ائتلافي ټلوالي څلور تنه القاعده تړاوه مليشې وژلي دي .د دې کسانو يو ېې د بغداد په شمال کی وژل شوی . پوځ واېې وژل شويو کسانو د بمونو په يوه شبکه او د وسلو په قاچاق کې لاس درلود ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګل آغا شیرزي د ننګرهار له یو شمیر ښځو سره وکتل", "output": "میرویس جلالزی د ننګرهار والي ګل آغا شیرزي د دغه ولایت د دوویشتو ولسوالیو له ښځینه استازو سره په جلال آباد ښار کې غونډه وکړه. دغه غونډه د ولایتي بیارغاوني د ډلي د استازو، حکومتي چارواکو او د بشر دحقونو د مدافع ډلو د استازو په ګډون پرون په جلال آباد ښار کې جوړه شوي وه. د ننګرهار د والي له دفتر څخه یو خپور شوی بیان کاږي چې د ننګرهار ولایت دغه غونډه د والي ګل آغا شیرزي په غوښتنه جوړه شوي وه چې موخه یې د ښځو پر ووړاندي د ستونزو څیړل او د ښځو د حقوقو د اعادې لپاره د ښو پرګرامونو جوړول ول. والي وویل چې د ګڼو پروژو په تطبیق سره به د ښځو د ژوندانه د ښه کولو لپاره ټولي ممکنه لاري چاري ولټوي. ګډون والو ښځو ته د کار د زمینو د برابرولو غوښتنه وکړه چې د والي او د ولایتي بیارغاوني د ډلو د استازو له خوا ورته پوره ډاډ ورکړ شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خبريالان ولې وژنو؟ (دحبیب وقار لیکنه )", "output": "خبريالان د ټولنې هغه پاړكى دى، چې تل اور او جګړو ته وردانګي څو د خپلو هېوادوالو غږ تر نړۍ پورې ورسوي، همدا خبريال دى چې نن ورځ يې له نړۍ څخه يو كلى جوړ كړى او نن ورځ چې د نړۍ په هر ګوټ كې كومه پېښه رامنځ ته كېږي د همدې خبريال په واسطه ټوله نړۍ ورڅخه خبرېږي. كه خبريال نه وي نو نړۍ تياره ده، بيا به په نړۍ كې هېڅوك هم د ظالم له ظلم او مظلوم له بې وسۍ څخه خبر نه شي. نو تر څو پورې به مو خبريالان د بېلابېلو پېښو قرباني كېږي او بيا به يې وروسته چارواكي هېڅ پوښتنه هم نه كوي. وړمه ورځ يو ځل بيا د ژورنالېزم په نړۍ كې د وير ټغر پرانيستل شو او تكړه ليكوال او خبريال جان الله هاشم زاده يې د ژوند له نعمت څخه بې برخې كړ، د هغه ماشومان يې يتيمان كړل د هغې مېرمن يې كونډه كړه. جان الله هاشم زاده له پژواك خبري آژانس سره د يو خپلواك خبريال او له شمشاد سره د پېښور د برخې مسول په توګه كار كاوه، هاشم زاده يو تكړه ليكوال و، چې د هېواد په دردمنو حالاتو به يې تل مقالې او راپورونه ليكل. خو همدغه په خپل هېواد او خپل وطن مين ليكوال او خبريال اوس له موږ سره نشته، هغه په ډېر مظلومانه توګه ووژل شو. خبريال هغه څوك دى چې تل د خلكو د وير او ماتم په ټغر د هغوى د حال اخيستو لپاره ناست وي، تل هڅه كوي هغه واقعيتونه ټولې نړۍ ته په ډاګه كړي چې په نړۍ كې هېڅوك هم د هغې واقعيتونو په اړه مالومات نه لري. خبريال تل د خپل ولس او خپلو خلكو احوال اخلي، خبريال هغه څوك نه دى چې د نېشه يي توكو په كاروبار كې ښكېل وي، خبريال هغه څوك نه دى، چې د كابل او نور ړنګو ښارونو په شان د ډېرو ړنګو كنډوالو په ړنګولو كې يې برخه اخيستې وي، خبريال هغه څوك نه دى، چې ټوپك په لاس كې ولري بلكې هغه يوازې قلم لري داسې قلم چې نړۍ ته ټكان وركوي، خبريال هغه څوك نه دى چې په نړۍ كې د ميلياردونو يتيمانو د پلرونو په وژلو دې تورن وي. بلكې خبريال د دې ټولو پېښو د اصلي لاملونو پلټونكى، د دې ډول قربانيانو د حال او احوال اخيستونكى او تل بې پرې دى. هېڅ كله هم خبريال په ډلو ټپلو پورې ښكېل نه دى.نو چې داسې ده ولې د خبريالانو ژوند ته درناوى نه كېږي، ولې چارواكي او واكمنان د خبريالانو د ساتنې لپاره هڅه او هاند نه كوي، ولې د دوى ژوند ته د قدر په سترګه نه كتل كېږي بالاخره ولې مو هره ورځ خبريالان د پېښو قرباني كېږي.دا يوازې هاشمزاده شهيد نه دى چې د داسې پېښې قرباني كېږي تېر كال د بي بي سي تكړه خبريال صمد روحاني چې تل به يې د نېشه يي توكو په اړه حقيقتونه په ډاګه كول، د هلمند په ولايت كې په نامعلوم ډول ووژل شو، چې تر ننه يې هم چارواكو پوښتنه ونه كړه، تر ننه هم د روحاني شهيد د مړينې لامل څرګند نه شو، تر ننه هم چا دا ونه منله چې روحاني يې په شهادت رسولى، په همدې ډول جاوېد جوجو په كندهار او اكمل په كابل كې ووژل شول چې تر ننه يې هم چا پوښتنه ونه كړه.نو چې داسې ده، زما د ټولې نړۍ چاپي، غير چاپي، غږيزو او تصويري رسنيو ته دا سلا ده، چې د دريو ورځو لپاره په ټوله نړۍ كې خپلې هر ډول خپرونې بندې كړي، هلته به بيا ټولې نړۍ ته څرګنده شي چې خبريال څوك دى د نړۍ د خلكو دوست او كه دښمن، خبريال د دوى په ګټه دى او كه په تاوان؟ آن زما په دې اړه د ټولې نړۍ له هر ډول رسنيو څخه دا غوښتنه ده چې په كال كې درې ورځې داسې اعلان كړي چې بايد په دې ورځو كې هېڅ ډول رسنۍ هېڅ ډول پېښه خپره نه كړي، كه هغه پېښه هر څومره مهمه هم وي. تر دې چې پر هغو رسنيو دې جرېمه وضع شي چې په دې دريو ورځو كې خپرونه ولري.له چارواكو او په جګړه كې له ښكېلو طالبانو څخه مو غوښتنه داده، چې خبريالان په حقيقتونو خبر كړي او هغوى ونه ترټي. د وهلو ترټلو او ښكنځلو پېښي اوس هره ورځ له خبريالانو سره پېښېږي خو د زورواكو ظالمانو زړونه بيا هم ساړه نه شول او اوس يې دخبريالانو په ژوند پسې راواخيسته .خبريالانو وروڼو كه چېرته سره يو نشئ دا نامراده دښمن به مو د هر يوه د كور دروازه جلا جلا وټكوي.د جان الله د شهادت په اړه غږ اوچت كړئ او ټوله نړۍ په دې وپوهوئ چې ستاسو دكورنۍ يو بل غړى يې شهيد كړ.نو اې واكمنانو د خپلو مرستندويو او خپلو خدمت كوونكو خبريالانو ژوند وژغورئ، د هغوى د ژوند لپاره هر ډول هڅې وكړئ، څو د خپلو بې وزلو، كډوالو، جګړه ځپلو، يتيمانو، كونډو، بې كوره شوو، او مظلومو انسانانو هر ډول خدمت وكړي. له چارواكو څخه په جدي توګه غواړو چې د خبريالانو وژنې يوازې په غندنو پاى ته ونه رسوي بلكې په جدي توګه دې د دوى د وژلو لامل وڅېړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په روسیه کې دالوتکې درالویدو له امله ۵ تنه وژل شوي.", "output": "نن سهار دروسیې دپلازمینې موسکو په جنوبي ښارګوټي سمارا کې دتوبیولیف ۱۳۴ ډولې الوتکې درا پریوتو له امله پکې ۵ پنځه سپرلۍ ووژل شوی او ۵۱ نورې سپرلۍ ټپي شوې دروسیې دبیړني حالاتو دوزارت ویاندې ویلي چې دغه الوتکه له سربیا دسمارا ښار په لوري روانه وه او دنامعلوم لامل له امله پریوتلې دی ویلي چې دپیښې په اړه پلټنې روانې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سرحدايالت كښې زياتره افغان ماشومان بنديان دي", "output": "دپاكستان دسرحدايالت په بيلابيلو زندانونو كښې په سوونو بنديان دى چې زياتره پكښې افغانان دي او تراوسه پورې ددغو افغانانو هيچا پوښتنه نه ده كړې ديوراپور ترمخه ددغو ماشومانو دخوشې كيدو لپاره افغان دولت، دپاكستان دولت اونړيوالو مرستندونه موْسسو هيڅ ډول اقدام نه دى كړى او داهم څرګنده شوې ده چې دغه ماشومانو په وړو وړو جرمونو كښې لاس لرى چې دپاكستان ستره محكمه په دې لړ كښې هلې ځلې وكړى نو ډيره ښه خبره به وى دغه ماشومان دڅو كلو� �اهيسې دبې وسۍ ژوند تيروي په راپور كښې زياته شويده چې دغه ماشومان پخوا په پلو لارو شپې تيرولې چې پوليسو په يو او بله پلمه نيولى دى او دجرمونو په تور ئې په زندانونو كښې اچولى دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پرېــــــــــــــــــــشانه ولولې", "output": "د کتاب نوم : پرېشانه ولولې ( شعري ټولګه ) ليکوال شاعر : خيال محمد کټوازی کمپيوټر چاري : ميوند خپرندويه تولنه او مطبعه دچاپ ځای : کابل چاپ کال : ١٣٨٣ لمريز تيراژ : ٥٠٠ ټوکه خپرندوی : خيال محمد کټوازی چاپ ځای : ميوند خپرندويه ټولنه او مطبعه کابل د ترلاسه کېدو پته : کندهار : افغان کتاب پلورنځی ارګ بازار کابل : دانش کتاب پلورنځی دچرګانو کوڅه ننګرهار : ګودر کتاب پلورنځی پېښور : دانش کتاب پلورنځی کوئټۀ : صحاف کتاب پلورنځی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هیرالډسن اسټرالیا :طالبان وائې اوباما بې منطقه دی", "output": "منبع : هیرالډسن ، اسټرا� �یانېټه : ۲۰۰۹/۳/۱۰ د افغانستان طالبانو نن د ولسمشر بارک اوباما هغه وړاندیز چی د طالبانو د معتدلو کسانو سره دې خبري وسی ، بې منطقه وباله او هغه یې رد کړ او ویې ویل چی د جنګ د ختمېدو یوازینۍ لاره هماغه د به� �نیو پوځیانو وتل دي . ښاغلي اوباما د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کی هلته په افغانستان کی د هغسی تاکتیکونو په غوره کولو سره څرګندوَنه وکړه چی په عراق کی یې هم د نرمو عناصرو سره د خبرو اترو په توګه کارولي وو . کله چی د طالبانو د ویندوی قاری محمد یوسف څخه وپوښتل سوه چی د ښاغلي اوباما د وړاندیز په هکله به د طالبانو د لوی مشر ملا محمد عمر څرګندوَنه څه وی ، وویل « د دې په وړاندی ځواب یا غبرګون ځکه نه سی ښودل کېدای چی هغه بې منطقه دی . طالبان یو موټی دي ، یو مشر لری ، هدف یې یو دی ، او یوه تګلاره لری . . . زه نه پوهېږم چی هغوی ولی د نرمو طالبانو خبري کوی او دا څه معنا ؟ که د دې مانا هغه کسان وی چی نه جنګیږی او په کورونو کی ناست دي ، نو د هغوی سره خبری اتری چټی او بې معنا دي . دا هغه څه دی چی د طالبانو د حیرانۍ سبب ګرځی . » په عراق کی د سُنی مسلمانانو لخوا د خپل ګاونډ د ساتنی لپاره د خپلو خلکو ګومارنه د توند تشدد د لږښت اصلی علت وګرځېد .ښاغلي اوباما څرګنده کړه چی د افغانستان یعنی هغه ځای حالات د عراق په مقایسه ډیر پیچلي دي چی هلته تقریبأ ۷۰۰۰۰ بهرني پوځیان ، منجمله ۳۸۰۰۰ امریکایان مستقر دي او ډیر ژر به ۱۷۰۰۰ نور پوځیان هم ورسی . افغان و� �سمشر حامد کرزی ، چی په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ د پوځی طاقت په زور د طالبانو تر سقوط را وروسته افغانستان � �هبری کوی ، د اوباما د دې وړاندیز هرکلی وکړ . په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو شتون وروسته له هغه پرله پسې زیات سوی چی طالبان پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی د حملو د مسؤلینو په حیث د القاعده مشرانو د نه ورسپارلو په نتیجه کی بېواکه سول . هو ، پر حکومت او بهرنیو پوځونو د طالبانو حملې هم پرله پسې زیاتی سوي څو چی اوباما یې م جبور کړ چی افغانستان ته د خپلی نوی ادارې د تګلاری په سر کی ځای ورکړی . ځینی لویدیځ سیاست پوهان او پوځی افس� �ان اوس وایی چی دا جنګ یوازی په پوځی طاقت سره نه سی ګټل کېدای او د حل یوه لاره یې د پخلاینی کومه ذریعه هم ده . خو قاری یوسف وویل چی د افغانستان د مارپیچه تشدد د حل یوازینۍ لاره هماغه د بهرنیو پوځونو ایستنه ده . کله چی د ده څخه وپوښتل سوه چی آیا طالبان به د کرزي د حکومت سره د دې پوځونو د وتنی د مودې په سر وږغیږی ، وویل « افغانان په دې ښه پوهیږی چی خپل برخلیک ځنګه وټاکی . » پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دښاغلی غورخنګ صاحب ددې طرحې په هکله غبرګون", "output": "دښاغلی غورخنګ صاحب ددې طرحې په هکله غبرګون حاجی مهاجر ښاغلی غورڅنګ صاحب ددیموکراتیکوځواکونویووالی په اوسنی تاریخی م رحله کی ضروری ګڼلی دی خصوصا دټولټاکنوپه درشل کی زه ددی خبری پوره ملاتړکوم ولی دالاندی زیاتونوسره . اول : ددیموکرایتکوځواکونویووالی لاهلته ضروری وچی کله پرواشنګتن حمله وسوه که په عاجله ډول نه کیدای نوپه اضطراری لویه جرګه کی بیخی حتمی خبره وه که هلته کرزی اوخلیل زاد دخپلوشوموغرضودپاره جرګه دګمراهی لورته وهځول نوبیا خوپه لومړی ټولټاکنوکی ضروری وه که چیری هلته دیموکراتیکوقواوکه جهادی وی که سیاسی وی یوه مشترکه جبهه رامنځ ته کړی وای اودولت یی یا له داخله یاله خارجه دی ته مجبورکړی وای چی دغلواوقاتلانوله ملاتړلاس واخلی نه داسی حالات خرابیده اونه هم ملت داسی کړیدی خوکرزی دهغه سیاسی بی تجربه ګی اوقدرت ط� �بی په اساس ددیموکراتیکوقواوپه عوض دډیرونااهله قاتلانواودګاونډیانوپه لاس دجوړوکړوملیشوسره معامله ش� �وع کړه دیموکراتان یی وڅپل غله یی وپالل دی اشتباه نه یوازی ملت فریشانه اوخوابد ی کړی بلکه سیاسی تګ لا� �ه دملت یی پرچپه شیله بوتله دشهید سردارداودخان لوبه یی وکړه سره له دی چی موږ درفاپه اخبارکی ځوواره و� �ته ولیکل چی داددیموکراسی لوری نه دی کوم ته چی ته روان یی خودده ترځنګ دساړه جنګ هغه ځپلی اوبدنامه غله ناست چی اکثره یی دګاونډیانودهغواستخباراتی کړیوپاته شونی دګړه ماران راتاووه چی نه یی دیموکراسی منل اونه یی پیژنده یوازی جاپلوسی اوډآلرخوښی یی ښی پیژندی چی نه غواړم په نامه یی یاد کړم خودومره باید ووایم چی دایوسترخیانت وچی کرزی اودده سره ملګرودګړه مارانوترسره کړی دانن ټولی ستونځی دهغه غلطی محصول دی اوموږپه رفااخبارکی ورته ولیکل داکارونه شهید داودخان کول چی دهغه تجربی اومدبریت دخپلی ځای ته هم نه سی رسیدای خوهم یی ځان تباکړه هم بی چاره ملت په اوروسوځاوه موږورته تشریح کړیده چی هرنظام دهغه په م تعهدینوساتل کیږی دکورساتل په غلودڅان غلول دی چی مثلا دپخوانی پاچا ملګری یی ووهل اوله قدرته یی لیری کړه اودشمالی ټلوالی یادپغمان داړه ماران یی څڼګ ته کښینول یوازی افغان ملت چی یوه ځه یی په خوله ددیموکراسی ناری وهلی په دی جریان کی شامل پاته سوه هغه هم ډیرژردکمرګونوپه غلاوکی مصروف سوه سیاسیت دګمرک دغلاوخواته وخوځیدی یوازی که دکندهار دګمرک ریس بنګلی اومعاملی وشمیرل سی دسړی زړه دهرځه نه توریږی افغان ملت هم ونه سوه کولای چی ددیموکراتیک قووتونه ته یوه طرحه وړاند کړی نوردپخوانی پاچا ملګری وه هغه تیت اوپرک سوه اوټول دکرزی ترضربولاندی راغله پخپله پاچا په ارګ کی بندی وساتل سوه چی ددی کارسره ولس مایوسه سوه پاچا که نورهیځ نه ونوخلګوداباورپه درلودی چی دادیموکراتیک قوتونه پراټولیدای سی بیا دسلطان محمودغازی ترمش� �تابه لاندی یوتحریک جوړسو چی دکرزی استخباراتوپه ډیره بی رحمی وپاشی هغه هم په کمونستی استخباراتی کړیوهمداسی دافغانستان دقومونوملی اسلامی شوراوه چی په لکونوملاتړی یی درلودل دکرزی لخواوڅبل سوه اوس � �اځودی خبری ته اول : غورڅنګ صاحب ته پخپله دیوی ډلی په نماینده ګی داطرحه وړاندی کوی اوکه یو� �خص یی ؟ دوهم : دادی لومړی اعلامیه ده که دی نوروددیموکراتانوسره هم مخګی تماس نیولی دی دریم : ستا له نظره کوم ځواکونه دیموکراتان دی چی سړی پرهغه حساب وکړی ځلورم : ددیموکراسی تعریف اوس داسی سویدی لکه دماشومانولوبی پلان ، سرحداوچوکات نه لری ته کوم ډول دیموکراسی ته متعهد یی اوس ترکمونیږم دادرواغجنه دیموکراسی بدنامه سویده اوددی سم تعریف هم تراوسه نه دی سوی که داسی یوه دلړمانواومارانو جبهی ته ددیموکراسی اعتلاف وایی لکه کرزی صاحب خوزه فکرنه کوم چی چا دسیاست الف وبی ویلی وی زړه دی ورته ښه کړی داسی اعتلافونه چی دقدرت په وخت کی جوړیږی ډیرچاپلوسان ابی ایمانه خلګ هلته ډیرژرځای نیسی لکه داوس چی ځوکمونستانولکه سنجرا ویا وزلمی هیوادمل چی په سیاسی محافلوکی ددبارددګړمارانوپنامه مشو� �دی که ته هم داسی محجون مرکب جوړوی ممکین ندی اوس راځودی ته چی په اوسنی مرحله کی ځه په کاردی پنځم : ایا دپرون کمونستان یا دپرون تندلاری اخوانیان چی اوس یی کرزی ترستونی نیولی دی ته دیموکراتان بللی سیی هغوی پخپلوکی جوړنه راځی ملت به څنګه سره یوځای کی ياپخپله کرزی چی هغه هم یوڅه غله اوداړه ماران دځان سره لری ته یی دیموکراتان بللی سی خبره داده ته چی ته باید اول خپل لوری معلوم کړی داسی کړی داسی � �خصیتونه شوراګانی اونهضتونه سته چی ستاسی دی نظریی ته هرکلی وایی اوښه کاریی بولی اوحتی ددی دپاره مبارزی کړیدی خصوصاپه اوسنیوشرایطوکی یوډیرعاجل ضرورت دی اونړی هم باید دی حقیقت ته سرټیټ کړی چی غوښی په پشیانونه ساتل کیږی داتجربه امریکا اوکرزی تکرارکړه ګټه یی ونه کړه اوس که اوباماپخپل ولس کی دتغییر دپاره کاروکړی افغانان هم باید له تیرونه ډیرځه زده کړی وی زه باورلرم چی نورافغانستان ډیرکلکوپاکوباایمانه وطنپا� �وزړسواندوترسرتیر اومبارزوبچوته ضرورت لری نوردادساړه جنګ داستخباراتودملیشوپاته شونی وطن خرابوی تاسی په لروبرکی دکندهار دپخوانی والی اسدالله خالد ډرامی لولی کرز ی دداسی خلګوسره هم اعتلاف کړیدی زه ستاسی دطرحی سربیاهم موافق یم دپورته سوالوپه جوابولوکیدای سی چی پرامیل ادرس تماس ونیسو ګرانه غورڅڼګ صاحب هرځوک چی نورتورته سپبن اوسپین ته توروایی اوپردی وطن کی خپله خیټه ورته ترهغوبجوچی موراوپلاریی بازارته راباسی اوخرځوی ګرانه وی ملی خاینان اوظالمان نسته ته پوهیږی چی ولی خلګ ددټولتاکنوپروسی ته زړه نه ښه کوی ما دتیرڅل ټولتاکنی ډیری دنږدی ځارلی دلوسی پنامه یوه لندنی ښخه وه هغه دهغه نړیوال کمیسون مرستیاله وه چی باید دولسمشری اوپارلمان ټولټاکینی یی ځارلی یوه ورځ په وزیراکبرخان مینه کی دخپل دفترپرمیز یونیم سل داسی درغلی پرمیزمخ ته راکښیښودلی چی هریوه دافغانستان دخلګودپاره زهرالایل وه چی دانن ناخوالوسرراپورته کړی خپل مرستیال چی دچا سره موافق نه وی نورملت به ځه وی کرزی خپل هغه خلګ چی دده دپلاره سره دده سره یوځای دسو� �ی اودیموکراسی دپاره مبارزه کوله خوندی اومتعهد ونه سوه ساتلای نن رسول امین چیری دی نن احدی چیری دی نن اش� �ف غنی چیری دی نن جلالی چیری دپخوانی پاچا کورنی اوملګری چیری دی دی نورخلګ خڼګه سره راټولولی سی ی چی ولس ک� �زی ته رایه ورکړه هغه مرستیالانوته ورکړه نن یی نتیجه وینی خلګ اوس وایی چی کومی ټولټاکنی داچی به بیا دغ� �وهډه نوره هم غښتلی کړی زه پخپله ددغه اداری په وجود کی هیځ ټولټاکنی بریالی نه بولم نه داملت دپنځوکالودپا� �ه دا اوسنی ناورین زغملای سی اونه دپنځوکالودپاره نړیواله ټولنه داجمعی مړی له پشیانوساتلای سی بایدپ� �دی ښه فکروسی چی داټولټاکنی دی که ټول خرځونی دی همدااوس اوس په کندهار هلمند حتی شمال کی دبیت المال پیسی ددی دپاره ویشل کیږی چی بیرته کرزی کامیابه کړی ستاسی دراتلونکی جواب په هیله کیدای سی چی په دوهمه پ� �ادټولوخواخوږوشخصیتونواوټولنونظرونه راوغواړو دیموکراسی خولاپریږده چی خبره په (...،،،،،،،،،،،) بدله سویده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وروستۍ مظاهرې او لاريونونو ته يوه کتنه", "output": "١٣٨٤ د غويي ٢٢مه ولس شا طبيب کندهار داچه دنيوزويک دمجلي په حواله د اخواشيني کوونکۍ خبر نشر سويدی ، واقعا ډير زيات دانديښني وړ ده ، چه دقران عظيم ااشان سره دامريکايي عسکرو لخوا بي احترامي کيږي او داددوي عمل په کلکه غندو ، دهرمسلمان ايماني او وجداني وظيفه ده چه غمجن واوسي او خپل احساسات دلاريون ، مظاهري او کاربندي په ډول ښکاره کړي ، اما که چيري لاريون او مظاهرات داسي شکل اخلي چه هغه دخرابۍ ، تاوان ،وهلو ټکولو او ورانولو باعث ګرزي ، نو حتما دادپريشانۍ سبب ګرزي ،او سړي ته داسوال پيدا کيږی چه حتما په دي کي دنورو ناپاکه لاسونه دي چه وايي اوبه خړي که او کبان ونيسه ، ددغو بهرنيوو لاس وهونکی چه هم مسلمانان دي په خپل ملک کي ارام ناست دي ، نه لوټ مار کوي نه خپل وطن خرابوي اونه خپلي ملي شتمنۍ ته تاوان پيښوي ، دوی دافغانستان دخرابۍ لپاره ملا تړلي ده ، دافغانانو دپاکو احساساتو څخه په دغسي مواردو کښي ډيره استفاده کوي او ددغه وران ويجاړ وطن دخرابۍ لپاره هلي ځلي کوي . موږ دا ارزو لرو چه خلګ په سوله ايز ډول مظاهري وکړي ، دراډيو ،ورځپاڼي له لاري خپل نظر او خواشيني څرګنده کړي ، خو د وژلو ،وهلو ،ماتولو او خرابولو او سوځلو څخه دي دخدای ج په لحاظ مخنيوی وکړي ، .څه پاته دي په دي وطن کي چه هغه نور هم خراب کړو، دا وطن خو داديرش کاله وران سوی دي ، ايا بيله دي چه ملي شتمني ته خرابي پيښه کړو نه سو کولای چه خپل احساسات او غوښتني څرګندي کړو ؟ کولای سو چه په ډير سوله ايز ډول لاريون وکړو او خپلي غوښتني رابرسيره کړو . په جلال اباد کښي چه څلور کسه وطنوال په حق رسيدلي دي او ۷۰ کسه ټپيان سوي دي موږ ډير خواشيني يو او ددوی کورنيو ته صبرجميل غواړو ، او داچه د ۳۰ نه زيات دولتي او غير دولتي وداني وراني سوي ،چور سوي او يا سوځول شوي دي . څومره ددي غريب وطن لپاره تاوان دي . موږ دقران مجيد سره بي احترامي او بي حرمتي چه دهرچا لخوا وی په کلکه غندو . او داغوښتنه لرو چه ګناه کارو ته سخته او سخته سزا ورکړه سي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مشرانو جرګې دوه تنه مرستيالان وټاکل شول .", "output": "د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې سيد حامد ګيلانى د ٤٠ رايو په ترلاسه کولو لومړۍ مرستيال او برهان الله شينوارى د ٢٤ رايو په ګټلو سره دويم مرستيال وټاکل شو .د لومړى مرستيال دڅوکۍله پاره ٤ کسانو او دويم مرستيال د څوکۍ له پاره ٨ تنو ځانونه کانديد کړى وو. دمشرانو جرګې مشر چې ټول ټال ١٠٢ غړى لرى پرون شاغلى صبغت الله مجددى وټاکل شو . همداشان د ولسى جرګې د مشر د ټاکنو له پاره هم سيالۍ روانې دى او درايې ورکولو بهير پيل شوى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا وايي چې ايران يو ستر ګواښ دی.", "output": "د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ايران د اټومې ستونزې د اواري په برخه کې د پرمختګونو خبر ورکړی دی. خو د امريکا متحد ايالاتونه چې د ملګرو ملتونو يو دايمي غړی هېواد دی، وايي چې ايران د متحدوايالاتونو د ګټو لپاره يو ستر ګواښ دي. سپينه ماڼۍ ايران له عراقي اورپکو سره په ملاتړ تورنوي، او زياتوي چې ددغه هېواد لاسته د اټومي وسلو له ورتګ سره به سيمې ته ګواښ پيښ شي. ټاکل شوې ده چې درې ورځې وروسته د امريکا او روسيې استازې د ايران د اټومي لانجې په اړه د امنيت شورا د غبرګون په برخه کې خپل نظرونه سره شريک کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایران په خپلو ټولو پولو کې موجود بسیج ځواکونه مسلح کوي", "output": "میرویس جلالزید ایران دولت پریکړه کړي چې په خپلو ټولو پرتو پولو کې موجود د بسیج قوا سرتیري په وسلو سمبال کړي. د ایران د دغو ځواکونو یوه عالي رتبه مقام احمدوحیدي ویلي چې دغه ګام د ایران دکورني امنیت د ټینګښت لپاره پورته کوي. ویل کیږي چې په لومړي سر کې به د سیستان او بلوچستان ایالت په پولو کې ټول بسیج سرتیري په نویو او پرمختللو وسلو سمبال شي. وحیدي وویل چې د بسیج ځواکونو په وسلو سمبالول د ملکي خلکو د مسلح کولو معنی لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملګرو ملتونو د افغان ښځو ژوند د انديښني وړ په ګوتو کړ", "output": "میرویس جلالزی د ملګرو ملتونو سازمان په یوه ۲۲ مخیزه رپوټ کې چې پرون خپور شوي د افغان ښځو ژوند د طالبانو د حکومت له نسکوریدو و� �وسته یو ځل بیا مخ په زوړ په ګوتو کړی دی. په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمیشنري ناوط پیالي چې د دغه رپوټ ځیني یې وړاندي کولي په ژینوا کې خبریالانو ته وویل چې د افغاني ښځو ژوند له کړاونو سره مخ دې، هره ورځ تهدیدیږي، تر جنسي تیریو لاندي نیول کیږي او له هغوي سره په ځينو مواردو کې د څارویو په توګه سلوک کیږي. میرمن پيالي په افغان دولت غږ وکړ چې د ښځو د حقونو د اعادې او خوندي توب لپاره خپلي هڅي ګړندۍ کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بي وسه ژوند", "output": "بي وسه ژوند: وريشمينه سعادت توبه توبه ده ربهحوص� �ه لاړه رانه ولي انسان نه يمه زهچې په هر څه مي ملامته بولېولي آرزو نه لرمنوم د پښتو نه لرمستا په شان زه هم ستره شوې يمهپه دې كاله كي لويه شوې يمهخو ته هم ماته بيا د ښځي په نومهغه مقام چي لريماته يي نه راكويولي انسان نه يمه؟يا ستا په شان نه يمهدنيا د ښځې كار نا مي ستايليخو پښتانه ورته نظرنه كوينه خپل واك لرمنه ژوند لرمه نه د خپل ژوند څه فيصله كولي شمپه دي نامه چي زه هم ښځه يمهد بي وسۍ په نامه بده يمهنوريي زغمي نه شم طاقت نلرمپه خپل ژوندون كي كوم عزت نه لرمنور مي ارامه او راحت كي پ� �يږديوريښمينه ژاړي د خپل خدايه غواړيچي نور مي زړه ته زخم مه را كوهوريښمينه( سعادت) 3/5/2009 نيټه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ويسا: د پاکستان لومړی وزير کابل ته راځي", "output": "کابل(ويسا ورځپاڼه): د پاکستان لومړی وزير � �وکت عزيز په نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي.د باخبره سرچينو په وينا، شوکت عزيز په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان دفعالې ونډې اخستنې او پر اوسنۍ ګډه پوله د جنګياليو د تګ راتګ د مخنيوي په برخه کې د نړيوالې ټولنې له پرله پسې ف� �ارونو وروسته کابل ته دسفر هوډ کوي. سرچينې وايي، شوکت عزيز د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان له نويو تګلارو ،� �وښانه دريځ او امن جرګې په اړه له نويو وړانديزونو سره کابل ته رادرومي. د شوکت عزيز د سفر نېټه نه ده جوته شوې، خو ويل کيږي په نږدې راتلونکي کې به راشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اننګو پسرلۍ", "output": "چې په دې ښار کې نازولو سره مينه کوولکه په ځوځو کې له ګلو سره مينه کووژوند خو به خود په اشارو او کنايو تيروودرقيب خوا کې چې له ښکلو سره مينه کوونه غوټۍ غوړيدې بڼ کې،نه ګلونه وينوهسې سپرلي کې له بمبلو سره مينه کوود اننګو د پسرلي په هيله –هيله سوځوځکه لمبو کې له سوځلو سره مينه کووکمڅۍ-کمڅۍ زلفې دې څه دومره په ناز اړوېمونږ د دار پر سر زانګلو سره م ينه کووپه نورو اوري يې د شونډو د سپرلي ګلونهمونږ بايد نصيب يې تش ليدلو سره مينه کوو 3\\8 1369کابل پوهنتون"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ماشوم زړه", "output": "زړه مې ماشوم دی سهار بیگاه جانانه تا غواړي لکه مجنون هره شیبه خپله لیلا غواړي ډېر يې ژړلي، ژاړي چا یې اوښکې پاکې نه کړې زمونږ دکلي یتیمان ربه نور خندا غواړي لاماړه شوي نه دي خدایږو وایي څه مو کړي داغله مشران یارانو نوره هم لا غلا غواړي دا څه تیارې او تورې شپې وې چې یې تېرې کړلې بس ددې چم خلک خدایه روڼ سبا غواړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هرات کې ښوونځي څنگ ته چاودنه شوې.", "output": "دهرات دشینډنډ ولسوال میرویس پیمان بینوا ته وویل چې ددغې ولسوالۍ یوه ښوونځي څنگ ته نن سهار په یوه چمن کې چاودنه شوې کوم زیان یې ندی اړولی. ولسوال پیمان وویل دپیښې په اړه پلټنې روانې دي چې څرگنده کړي څه ډول چاودنه وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارزګان ولایت: اداري كاركونكو ته وركشاپ جوړ شو", "output": "د ارزګان ولایت: د وري۲۲مه، په ا� �وزګان كې د امريكا د پراختيايي ادارې (USAID) لخوا د دغه ولايت د پوهنې پر رياست سربيره د ټولو اړونده � �ياستونوتر ديرشو زياتو كاركونكوته دعامه اړيكو اورسنيو په برخه كې شپږ ورځنى سيمينار جوړ شو.دغه سمينار چې موخه يې د اړيكو او رسنيو په برخه كې د ارزګان ولايت د اداري كاركونكو وړتيا لوړول دي، ګډونوالو ته به د يوشم ير نورو موضوعاتو ترڅنګ دا ورښودل كيږي چې څرنګه په ټولنه كې اعتماد ترلاسه كړي، له خلكو سره اړيكې ټينګې كړي او د رسنيو له لارې موخو ته د رسيدو لپاره خپلو كړنو ته انعكاس وركړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خندنیو ټوکو لرغونوالی او منځته راتګ", "output": "نننۍخندا له دوه نه تر څلور میلیونه کاله مخکې پیدا شوې ده.په هغه وخت کې د انسان صوتی دستګاه دا ږغونه نه شوای ادا (تلفظ )کولای نو لکه دګو� �یلا او شامپانزی خندا ته يې ورتوالی درلود او په تکامل سره یې انسان دا توان پیدا کړ چې وخانديماشوم چې څلور ومياشتو ته رسيږي ، کولي شي چې سم وخاندي .يو اړوند کار پوه ويلي دی چې خواړه ، استراحت او خندا په نړۍ کې له ټولو نه ډير ښه درې ډاکټران دي ، ځکه که خواړه او دمه بدن پياوړي کوي نو خندا هم د انسان د ژوند ضروري شی دي.ان په تاريخ کې خندا د روغتيا د بيرته لاس ته راوړلو يو ډول موثره درمل ګڼل کيده.ا� �رف خان هجری د خندا ډالی داسی ستايې. ننـــــــــــــدارو ته ئې وتلي لوی واړه دي چا غمـــــــــونه خو چا مسته خندا را وړه رابرت پروواين وایي: ښځې ډیرې خاندی خو نارینه بیا ډیري خندا لرونکی خبری او ټوکې کوي.اشرف خان هجری د پیغلو دمستی خندا په هلکه داسې وایي: له خندائې دغاښو ځــــــــلا برېښنـــا شوه مرغلــــــري لونوي پر سنګېـــــــــــړونه په ښکلا نمنځوي بیا پښتني پېـــــــــغلي چي شین شین ځي په خندا به مکیــزونه په حقیقت کې خندا د روح دآرامي او د ځواني راز دی.څېړونکي وایي :خندا د انسانانو تر منځ دنژدې اړیکو لامل ګرځي ، چې څوک له چا سره د ارمتیا احساس وکړي نود هغه سره خاندي . حمزه بابا دخندا د اغیزې په هکله وایي: ګوره چې خندا کوې په سترګو کې کار د مسيحا کوې په سترګو کې که مو پام کړی وی چې تاسو د کور مشر یا امر وخاندی تاسو هم ورسره خاندی په دې خندا سره خپل رضایت ښيي که دخطر په وخت کې وخاندئ او تهدیدونکی سړی هم درسره وخاندي ربړ حل کیږی .داسلام حکیمانه شریعت د موسكاد اغېزمني وسلې په کارولو ټېنګار کوي کومه چې د انسانانو په زړونو کې د یو او بل مینه اومحبت پیدا کوي دا دی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انساني ټولني لارښود فرمایې :عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تبسمك في وجه أخيك صدقة (صحيح ابن حبان)له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وف� �مایل : ستا موسکا ستا د مسلمان ورور په حضور کي یوه صدقه او خیرات دی .موسکا یوه نېکمرغي او خوشالي ده چي زیات اجرونه او د الله تعالی په نزد ثوابونه لري چې د مسلمان د نېکیو په ترازو کي لوېږي او بېلانس یې ورباندي زیاتېږي.په عربي کې يوه مقوله ده وایې : (ابتسم تبتسم لك الدنيا) موسکۍ شه چې نړۍ در ته موسکۍشي. او یو متل دی چې وایي :خندا د ژوند مالګه ده.پخوا چې انسانانو د لیکلو توان نه درلود بیا يې هم خپلو ماشومانو ته دپخوانیو پېښو نکلونه کوله چې هغوی د هغه نه خوند او پند واخلي هغو دا نکلونه په طنزی اوخندني ډول بیانول . د ماشومانو لپاره به دانکلونه خیالي نکلونه وه لکه د دیوانو او ښاپیریو نکلونه بیا وروسته په ږغ او شعر کې خندالرونکی ، طنزي ، هزلي او هجوي غزلې او بوللې باب شوی د بېلګې په توګه په انګلستان کې مخمس شعرونه باب شول چې هغه ته په انګریزی کې limerick وایې. لکه دا مخمس:There was a young lady from riga.Who smiled as she rode on a tiger.They returned from the ride.With the lady inside.And the smile on the face of the tiger.په اروپا کې طنزي نثري � �یکنې په وسطی پېړیو کې پيل شوی داسې خلک پیدا شول چې ګرځیدل او خندا لرونکی نکلونه او سندرې یې ویلې د باچا هانو او لوړو واکو پېښې یې کولې او په همدی مهال د احمقانو په نامه یوه جشګوټی منځ ته راغی چې پر خپلو ځانو يې خندل د هغو په اند هر څوک باید ساتیر ي او خوشالي وکړي او هیڅ څوک باید دا ونه ګڼي چې تر نورو ښه دی د.دې جشګوټی توکې بدلیدل کله کله به یې په ناوکیو او نانځوکو خبرې کولي چې بیا تیاتر را منځ ته شو او ډیري طنزی درامې ولیکلي شوې.لکه رابله په فرانسوې ،سروانتس په هسپانیوي ،بوکاچیو په ایتالیوی او شکسپیر په انګ� �یزی ...چې د شکسپیر ډیري درامې کمیدي وي.. لکه ((و نیزی تاجر))ا و د(( ختا ګانوکمیدی)). اوس ان د دې طنزي کمیدیانو نه فېلمونه جوړیږی.«پروفسور امانویل» وایي خدای (ج) انسان ته پر ربړونوباندی د بري لپاره درې شیان ورکړي: خوب. امید او خندا.د خندا په هکله په ټوله هیوادونو کې ډول ډول متلونه شته چې ځینې بېلګې يې دا دي:خندا او مسکا انسان ښکلۍ کوي.تندی تریو کول د شیطانانو کار دی خندنۍ څېره تر ډیره په حافظې کې پاته کیږی.خندا د زمزموږلي یا مړاویتوب (افسردګی) لپار ښه دارو دي.خندا د دوښمن روحیه م ړاوی او نا ارامه کوی او ښه وسله هم دهد هری ژړا وروسته خندا شته (ایراني)خندا سالمه وینه تولیدوی.( ایتالیوي )ژوره مسکا ترتورې تیزه ده( اسپانیوي)نړۍ لکه هېنداره ده که هغه ته وخاندې هغه تا ته خاندي (انگریزي ) خندا د غوسې په برابر کې لکه کنګل پر اور دی( یوناني)مسکی انسا ن تر ټولو بریالی دی( جاپانی )خندا د بې درمانه درد، درمل دی.( پښتو)ښه خلک هغه دی چې خاندي او کولای شی نور و خندوي (فرانسوي) رحمان بابا د خندا په هکله وایي: ما په صبر تا په جور او جفا وکړهولې نشي د ژړا په ځای خندا نوربیا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان چارواکو لس تنه ايرانيان نيولي دي.", "output": "په هرات کې افغان امنيتي او سرحدي ساتونکو په دغه ولايت کې د لس تنو ايرانيانو د نيونې خبر ورکړى او وايې چې ٨ تنه يې يو ځاى او دوه نور يې په جلا جلا توګه نيولي دي . امنيتى چارواکو ويلي له دغه کسانو پوښتنې دوام لري. دغه کسان تر ډيره د نيشه يي توکو په قاچاق تورن شوي دي. دم ګړۍ ٨ تنه د ايران د خراسان ايالت اوسيدونکي په ګوته شوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ په ویاړ غونډه جوړه شوه", "output": "لندن کې د افغان ادبي جرګې لخوا دا چې په لندن کې د جولای په ۲۹ نېټه د ملت د بابا فاتحه اخستل کېده نو ځکه له ټاکلې نېټې نه یوه ورځ د مخه د شنبې په ورځ د جولای په ۲۸ نېټه ۲۰۰۷ کال د افغان ادبي جرګې لخوا د ستر استاد پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د فرهنګي خدمتونو په ویاړ غونډه د برېتانیا په پلازمېنه لندن کې جوړه شوه .په سرکې ښاغلي شهسوارسنګروال د غونډې په اړه رابلل شوو کسانو ته لنډ معلومات وړاندې کړ او بیا یې د محترم کاکړصاحب علمي هاندو هڅو ته پام واړوو او وې وېل :؛استاد نه یوازې په هېواد کې ګڼ شمېر شاګردان روزلي او پاللي دي بلکې د خپلو څېړنیزو او پوهنیزو کړو وړو په رڼا کې یو شمېر ګټور اثار له انګلیسي ژبې نه پښتو ژبې ته اړولي دي او له دې سربېره د خپلو لیکنو او تاریخي څېړنو له مخې یې د تاریخ ډېر تیاره ګوټونه رڼا کړي دي .؛ښاغلي سنګروال دا هم وویل چې تاریخپوه پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ څو اونۍ د مخه په هغه سمینار کې چې موضوع یې د ډیورنډ کرښه وه هم برخه اخستې وه دغه رابلل شوې غونډه د ترکې په استانبول کې جوړه شوې وه چې کوربه یې د امریکې هېواد وو . یو شمېر کارپوهانو او د هېوادونو استازو ګډن درلود چې موږ پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ ، د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمدجلالي، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبداله عبداله ، په ملګرو ملتو کې د افغانستان پخوانی استازی روان فرهادي او یو شمېر نور کورني او بهرني کارپوهان د بېلګې په توګه یادولی شو.د شهسوارسنګروال له څرګندونو نه وروسته ښاغلي پاچاصاحب سیدسرور چې د پروګرام د پرمخ وړلو چارې یې هم په غاړه وې د استاد د خدمتونو یادونه وکړه او کاکړصاحب یې زموږ د هېواد یو فرهنګي او علمي شخصیت او د افغانستان د تاریخ مخور پوهاند وباله ورپسې پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د غونډې برخه والو ته د هېواد د معاصرتاریخ په اړه اوږدې خبرې وکړې او داسې ټکو ته یې ګوته ونیوه چې د غونډې برخه والو ته د پام وړ وو. کاکړ صاحب د خپلو خبرو په پای کې د استانبول د سمینار په اړه هم خبرې وکړې او بیا یې د ډیورند په تپل شوې کرښې رڼا واچوله او دا یې یوه تشه توافق نامه وبلله .د محترم کاکړصاحب له څرګندونو وروسته د غونډې یو شمېر برخه والو په دې لړ کې ښاغلو جانب دار ،آتل ، شیراعظم، انجنیرافضلي ،ټکور، کاموال ، خروټی ، سلیم حیات ، بصیر خوګیاڼیوال ، زرملوال او حاجي صاحب عبدالهادي د ډیورند د موافقې په اړه پوښتنې وکړې او پوهاند ډاکتر صاحب زیار چې لومړی یې استاد ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د خپل وړاندیز له مخې په برخه والو غږ وکړ چې د کاکړ صاحب اثار او لیکنې ولولي .پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ لکه څنګه چې د استانبول په سمینار کې د یو شمېر ګډون والو انګېرنو ته د تاریخ په رڼا کې په ځای سپارښتنه کړې وه دا رنګه یې د لندن په غونډه کې هم یو شمېر کار پوهانو ته د خپلو څرګندونو له مخې په دغو ټکو ټینګار وکړ او د یو شمېر پوښتنو په ځواب کې وویل :امیرعبدالرحمن خان په کورني سیاست کې په بشپړه توګه خپلواک وو خو په بهرني سیاست کې یې د سلا او مشورې له مخې د دولت چارې پر مخ وړلې .انګلیس نه غوښتل چې دغه سیمه ونیسي بلکې د خپلو جنګي وسایلو او وسایطو لپاره یې غوښتل چې دلته ډیپوګاني جوړې کړي ځکه چې د افغانستان دغو سیمو ځانګړي سوق الجیشي اهمیت درلود . امیر نه یوازې د بازګل دره له اسمار نه نیولې تر کاپرستانه (نورستان) پورې له انګرېزانو سره ونه منله چې د هغوی په ولکه کې وې ان د مومندو سیمې چې د پېښور تر زړه پورې غوځېدلې وې هم خپلواکې وګڼلې .کومې څېړنې چې ما ( پوهاند کاکړ) د برېټش او هند په کتابتونو کې کړي دي داسې څه مې ونه موندل چې دغې موافقې ته حقوقي ارزښت وبښي که څه هم یو تن ګډونوال د استانبول په سمینار کې وویل چې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې مې ولیدل چې په دې اړه د امیر مهر په دې ؛تړون ؟؛ لګېدلي وو.... خو خبره دا ده چې امیر هېڅکله مهر نه دی استعمال کړی بلکې تل یې د اسنادو له مخې په رسمي کاغذونو د سخط کړي دي . ځنې په دې اند دي چې ګنې افغانستان د خپلو اقتصادي عوایدو له مخې د دې واک او ځواک نه لري چې پخپل مټ متکي وي . خو حقیقت داسې نه دی ځکه چې افغانستان لا د امیرشیرعلي خان په مهال پخپلو ملي عوایدو متکي وو د ساري په توګه ویلی شو چې کلنی لګښت په هغه پېر کې لس میلونه وو او ملي عواید دولس میلونه ته رسېده او کله چې امیرعبدالرحمن خان مړ شو نو د هېواد په خزانه کې څلوېښت میلونه روپۍ موجودې وې .د ډیورنډ موافقې نه یوازې د پښتون ټبر یوه تنه په دوه برخو وېشلې ده بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه چې شمېر یې تقریباٌ څلوېښت میلونو ته رسیږي له هر اړخیزه پلوه له راز راز ستونزو او ګواښ سره مخامخ کړي دي .په پای کې استاد داهم وویل که چېرې د موافقې متن په ځیرکتیا سره وګورو داسې نه انګېرل کیږي چې دا سیمې دې د برېتانوي هند تر ولکې لاندې وي بلکې داسې ښکاري چې ښایي انګلیس د روسې له وېرې داکار کړی وي چې کمزوری افغانستان یې د دې موافقې منلو ته اړکړ . د ستر استاد کاکړ صاحب له اوږدو څرکندونو نه وروسته (چې موږ یې نچوړ تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړ) د ښاغلي علي ګل پیوند ښکلی شعر چې ټکور صاحب ولوست او ښاغلي خسروسنګروال چې خپل شعر یې خپله ولوست د غونډې برخه والو د واړه شعرونه ډېر خوښ کړل او په تودو چیچکو بدرګه هم شول .له دېنه وروسته له پښتني دود سره سم د شملې خپرونې لخوا کاکړصاحب ته د پښتنو شمله ډالۍ شوه او د ستر خوشحال د دې شعر په ویلو :چې دستار تړي هزار دي --- د دستار سړي په شماردي ..... د ښاغلي سنګروال له خوا پګړۍ ور په سر کړه .د غونډې په پای کې له هغو درنو لیکوالو ، شاعرانو او بېلابېلو کلتوري ټولنو نه مننه وشوه چې د دې غونډې په ویاړ یې ګران استاد کاکړ صاحب ته د هغه د سترو خدمتونو له بابته سلامونه او پیغامونه رالېږلي وو چې موږ د ښاغلو ډاکترصاحب سیدناصراحمد، شېر حسیني ، ډاکتر صاحب فیض محمد ځلاند ، نجیب اله احمدزی ، معصوم هوتک ، د ننګرهار د طب مجلې مسول مدیر ډاکتر صاحب نجیب اله زاخېلوال په هالینډ کې افغاني کلتوري ټولنه د بېلګې په توګه یادولی شو له دې سربېره له هغو درنو دوستانو نه هم مننه کوو چې د تلیفون له لارې خپل سلامونه او درناوي درانه استاد ته وړاندې کړي دي .د لندن دغه غونډه چې د محترم استاد پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ په ویاړ د شملې خپرونې په نوښت جوړه شوې وه د ماسپښین په یوه نیمه بجه پیل او د مازدیګر په پینځه نیمو بجود ښاغلي کارواني په دوعا پایته ورسېده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "بي انصافي شته نوربه څه ؤليكمدز ړ ه په وينوبه هغه ؤليكمدخوار ياغي ټنډ ه وي نه ټيټيږ يدغواړه مال به په سجده ؤليكمدغريبانوژوندكي نورنوڅه وي ليږ يي خواږه نوربه ترخه ؤليكمټول افغانان لادومره خوار خونه ديظلم كي پټ به پښتانه ؤليكمدنن قدرته موږ لانن ژوندي يوستاپټ به ټول زه په ښكاره ؤليكمكه وخت ياري وكړه شاهيد عاصمه دسره دښمن به تښتيده ؤليكم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دميني ژړا", "output": "يوه ورځ خيالي دنيا کښيد سوچونو په بېديا کښي را روان وم د خپل کورهسو نظر مي په يؤ لوره يوانجلۍ غوندي سياسرهژړېده په سر تور سره وه پرته په دې بيان کښيدې بې حس غوندي زندان کښي شونډي وچي مخ يې تور ووحال يې بد وو رنګ يې نور وو اوښکي ورو ، ورو راوتلېپر ګرېوان يې بهېدلې څه ساعت زه ورته ځير سومپه سوچونو کي اسير سوم و� �ته ورغلم نژ دې زهپه پوښتني او ګيلې زه ما وېل څه کوې اې ښکليدلته يې د خلګو ليري شاپېرۍ يې که انسان يېچي پرته پر دې بيابان يې نوم دي څه دی راته وايهدې کيسه کړه سر تر پايه وېل يې اې زما لاليهنوم مي مينه ده زړګيه زه شړلې ستاسي خلګوزوکلو� �ې ستاسي خلګو نه انسان نه شاپېرۍ يمټول عالم ته په زارۍ يم جوړوم د بل کورونهورانوم د رقيب پلونه هر نفرت له يم تړون زههر زحمت له يم سکون زه ما څوک نه پرېږ دي و ځان تهغورځوي مي دې بيابان ته اوس پرته پر دې صحرا يمپه افسوس او په ژړ ا يم سم دستي په دې ګفتار سومله دې خلګو چي بېزار سوم فکر واخستم د دنيا څهنو مي وويله دا څه راځئ مينه مېلمنه کړوخپل کورونه پرې ښايسته کړو نفرت وباسو د زړونويو ځنځير سو د څو وروڼو نه به داسي بد مر غي ويهر طرف به خوشحالي وي پښتون يار د ميني خپل دیتل د ميني سره مل دی نعمت الله پښتون يار (چمن پښتونخوا) لېږونکی،(عادل اڅکزی)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په عراق کې د يوې چاودنې له امله ٢٥ تنه وژل شوي", "output": "د بغداد په ٦٠ کيلومترى د يعقوبه ښار په شمالى څنډه کې د شيعيګانو يو جومات ته نيږدې نن د يوې درندې چاودنې له کبله ٢٥ تنه مړه او لږترلږ ٦٠ تنه ټپيان شوي دي.د پوليسو په وينا چاودنه په يو موټر کې رامينځ ته شوې ده . همداشان د چهار شنبې د ورځې په يو شمير نور جلا -جلا پېښو کې ١٧ تنو عراقيانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهلمند پخوانی امنیه قومندان وژل شوی.", "output": "میر داد الله دهلمند پخوانی امنیه قومندان ویل کیږي نن دکابل په خیرخانه کې وژل شوی مونږ ددې موضوع په اړه خیرخانې ته ورغولو ولې کوم څه مو ونه موندل ځېنې خبرونه بیا دا وایي چې نوموړی دوه ورځې وړاندې یرغمل نیول شوی وه او جسد یې نن پیدا شوی کوم رسمي لوري پدې اړه لا څه ندي ویلي دغه راز نوموړی دپارلمان غړی هم وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست دتوغنديو بريد شوى دى .", "output": "تيره شپه د خوست په ولايت کې د اييتلافى ځواکونو پر فوځى اډه دوه توغندي ويشتل شوى دى چې زيان يې نه دى رسولى . توغندي په شاړه ځمکه کې راپريوتلي دي . پوليسو دپيښې په اړوند څوک نه دي نيولي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كه اوباما رښتونى وي نو....", "output": "تېره اونۍ دامريكا د متحده ايالاتو نوي منتخب ولسم� �ر بارك حسين اوباما د مصر له پلازمينې قاهرې څخه اسلامي نړۍ ته يوه اوږده خو هر اړخيزه وينا واوروله . اوباما په خپله دې ويناكې د اسماني اديانو تر منځ مشاركتونو، ګډوانساني ارزښتونوته ددوى درناوى ،په ځانګړې توګه دسولې، امنيت، دبشر ددنيوي او اُخروي سوكالۍ لپاره ددرې واړو اديانو (اسلام ،مسيحيت اويهوديت) ژمنتياته اشاره وكړه، هغه ،همداراز داسلامي اولوېديځې نړۍ تر منځ داوسني لېرې والي او دګيلو ناندريو عواملوته ګوته ونيوه او جوته يې كړه چې دى دامريكا اوپه ټوله كې دلوېديځې نړۍ په اړه دمسلمانانو په اندېښنوپوهېږ ي . اوباما د افغانستان، پاكستان، عراق او د فلسطيني ولس او د اسرائيلو تر منځ جګړې، د اي� �ان جنوبي او شمالي كوريا او اتومي مسايلو ته هم اشاره وكړه، هغه ژمنه وكړه چې تر خپله وسه به د اسلامي نړۍ او د لوېديځوالو تر منځ موجود واټن او ناخوالې را كمې كړي، هغه څرګنده كړه چې تر ۲۰۱۲ زېږديز كال پورې به له عراق څخه خپل ټول پوځيان و باسي او همدارنګه اراده نلري چې په افغانستان كې يې هم پوځيان تر ډېره وخته پاتې شي. ده پر فلسطين او اسرائيلو هم غږ وكړ چې ديو بل وجود وزغمي او خو نړيو جګړو ته زمينه برابره نكړي. د ده وينا ظاهراَ ډېره بې پلوه وه او موخه يې اسلامي نړۍ ته د دوستۍ پيغام وو. دا وينا د افغانستان په شم ول ډېرو اسلامي هيوادونو، اسلامي ټولنو او كړيو، لوړو اسلامي شخصيتونو او ګوندونو استقبال كړه او له مسلم انانو سره يې يو هيله پيداكړه، د بارك اوباما دا وينا د دې لامل شوه چې لوېديځوالو او مسلمانانو ته ډېر ګونګ او تت ټكي روښانه شي. تراوسه له ځينو سره دافكر وو چې امريكايان به ګواكې په اسلامي نړۍ كې دوى د خپلس� �يوپه اغېزواو ددوى پروړاندې داسلامي نړۍ دنفرت په كچې خبر نه وي خو اوس روښانه شوه چې داسې نده، بلكې دوى پوهېږي چې دهرمسلمان په زړه يې څوڅو داغونه ايښي دي كله چې د امريكا په ټاكنو كې د دې هيواد په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره يو تورپوستى افريقايي ا لاصله مسلمان نژاده ( بارك حسين اوباما) د م تحده ايالاتو تر ټولو لوړ ې څوكۍ ته ورسېد نو د متحده ايالاتو په كورني او بهرني سياست كې يې د ژور بدلون � �عار پورته كړ او ژمنه يې وكړه چې هڅه به وكړي ټولې كورنۍ او نړيوالې ستونزې د مفاهمې او خبرو اترو له لارې حل كړي . د ده دا شعار ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه مسلمانانو ته ډېر په زړه پورې او هيله و� �كوونكى و او په امريكا كې له تاريخي پلوه يو محكوم نژاد ته د منسوب او له مسلمانانو سره د نسبي تړاو ل� �ونكي شخص په توګه چې د خپل عمر يوه برخه يې هم په يوه اسلامي هيواد كې تېره كړې ته اسلامي نړۍ سره د اړيكو سم ولواو د دوستانه فضا د رامنځته كولو لپاره ډېرې هيلې وې. د بارك او باما د تېرې اونۍ وينا وښوده چې دى � �ښتيا هم په ټولو نړيوالو ستونزو او په ځانګړې توګه د اسلامي او لوېديځې نړۍ تر منځ په ناسم پوهاوي، موجود نف� �ت او د دې ناسم پوهاوي په انګيزو ښه خبر دى او دا هم جوته ده چې ښاغلى اوباما د دې ناسم پوهاوي او د دې ستونزو او كړكيچ په حل كې ډېر مهم رول لوبولى شي ځكه چې ټول خلك يوهېږي چې په نړۍ كې دانسانيت ترمنځ دنفرت ديوالونه همدې امريكا درولي، دهمدوى دپراختيا غوښتنې حرص او ښكيلاكي موخو داسلامي نړۍ په هره برخه كې اور ، بل او ګرګې ترې لاندې كړي دي ، همدا امريكايان وو چې له افغانانو سره دامنيتي ، سياسي ،اقتصادي او ك� �توري مرستو په نوم افغانستان ته راغلل ، زموږ هېواد يې دسياسي او نظامي انډوخر ډګر وګرځاوه خو په دې هره ب� �خه كې يې مرستې دمرغۍ شېدې شوې ، لايې هم ناامني او دافغانانو ترمنځ دبې باورۍ انفلونزا خپره كړه ،منزوي او رټل څهرې ، دهېواد اوافغان ولس ټول دښمنان ، افغان ولس عاق كړي او سياسي يتيمان يې له كولاب ،م� �هد، مسكو دوشنبې ، انقرې او ... څخه راټول او دافغان و لس په برخليك حاكمان كړل ، همداامريكايان وو چې دعرا� � قانوني او منظم حكومت يې ړنګ او دهغوى قاطع او هوډمن ولسمشر يې په دار كړ، همداام� �يكايان دي چې صيهونستي تروريزم يې په غېږ كې نيولى او په سيمه كې ددوى دژاندارم په توګه پرې اسلامي هېوادونه وېروي ، همداامريكايان دي چې ټول اسلامي خوځښتونه چې د ځمكې په هره برخه كې دخپلې ازادۍ لپاره مبارزه كوي ترورستان بولي او په تور لست كې يې نيسي ، خو دهغوى دښمنان بيا خپل دوستان بولي ، همدا امريكايان دي چې هره ورځ په افغانستان او عراق كې لسګونه بې ګنا ه هېوادوال چې ډېره برخه يې ښځې او كوچنيان دي وژني اوبيا پرې دترورست نوم ږدي . همداامريكايان دي چې په ګوانتانامو، بګرام او آبوغريب زندانونو كې يې داسې فجايع وكړل چې انسانيت ترې امان غواړي ، له خپل هم ډوله سره خوپرېږده ان څوك له ځناورو سره هم داسې چلند نه كوي ، نو امريكا او په سر كې يې ولسمشر اوباما پوهېږي چې ستونزې دوى جوړې كړي او دحل چابيانې يې هم له دوى سره دي دوى ته جوته ده چې په ټوله نړۍ كې ددوى پرضد دعامې كركې او نفرت سمندر څپې وهي ، زما په اند دده، ددې وينا بنسټيزه موخه داده چې پدې ډول ددوى پرضد هره ورځ خپرېدونكى نف� �ت كنترول او كم كړي . ددوى په اړه دمسلمانانو دورځ په ورځ زياتېدونكې كركې او حساسيتونومخه ونيسي. زه ګومان كوم چې داوينا هم دمسلمانانو پرضد د متحده ايالاتو دروانې جګړې مطبوعاتي برخه ده ،دوى دجګړې تكتيكونه بدلوي ،عامه اذهان مغشوشوي .ددوى دخلكو غولونې يوه بېلګه دا ده چې ټوله نړۍ پوهېږي چې په افغانستان كې بهرنيو ځواكونو ماتې خوړلې او هره ورځ پرې كړۍ تنګېږي او ميډيا هم ددوى په واك كې ده ، خوبيا هم ميډيا دخپلو او رېدونكيو ترمنځ دخپل اعتبار ساتلو لپاره ددوى دانحصار او سانسور سربې� �ه ، نشي كولى چې ددوى ټولې ناكامۍ پټې كړي او له غواڅخه دغدودي په اندازه ددوى تلفات او ناكامۍ خپ� �وي خو دوى ددې لپاره چې اذهان تېرباسي څو اونۍ وړاندې اعلان وكړ چې ګويا دوى خوپه افغانستان كې بريالي دي خونړيواله ميډيا دطالبانو په واك كې ده او څوك ددوى برياوې او دطالبانو ماتې نه خپروي ؟؟ . ((بسوخت عقل زحيرت كه اين چه بوالعجبيست ))كه دده موخه غولونه او داذهانو ترور نه وي ( موږهم هيله لرو چې دده نيت پاك او دده دخولې ا و ژبې قصديووي) او په رښتيا هم داسلامي نړۍ او لوېديځوالو ترمنځ واټن كموي نو داخودوى ته ډېره اسانه ځكه دټولو ستونزو او شخړو ترشا يا په مستقيم ډول او يا په غير مست� �يم ډول دوى لاس د ى، دوى دې ښكيلاكي ارادې او پر نړۍ دبادارۍ خوبونه پرېږ دي ، داسرائيلو په څېر دغاصبانو ملاتړ دې نه كوي ، دافغانستان ، عراق او سعودي په شمول دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه دې خپل پوځونه خپلې خاو� �ې ته وغواړي ، ترټولو لومړى دې خپل اتومي ځواك خنثى كړي نو ستونزې حل دي . همدا تېره ورځ مو له � �سنيو واورېدل چې دده دبهرنيو چارو وزيرې هيلري كلنټن ايران وګواښه چې دوى به پراسرائيلو هرډول بريد پ� �متحده ايالاتو بريد وبولي؟. خو اسرائيلو چې تېر كال څه كم څلور زره فلسطيني مسلمانان په عامه توګه ووژل نو دوى ورته تندى هم تريو نكړ؟ په هرحال موږ هم له ده څخه دا هيله لرو چې نوموړى به لكه څنګه يې چې ژم نه وكړه، ددې ستونزو د حل لپاره سمدستي او جدي ګام واخلي.ځكه چې ددې ستونزو په حل كې تربل هرچا وړاندې ددوى ګټه ده ،. ددوى وګړنيز، نظامي او اقتصادي ځواك او دوى مجروح حيثيت ژغورل كېږي . موږ د متحده ايالاتو پر ولسمشر غږ كوو چې د نړۍ په سياست كې د يوه مطرح، پرمختللي اود نړۍ په ټولو پېښو كې دلاس لرونكي هيواد د ولسمشر په توګه د دې ستونزو د حل لپاره په اخلاص او د زړه له كومي ګام واخلي موږ باور لرو چې امريكايان د نړۍ د امنيت او سوكالۍ لپاره ډېر څه كولى شي او دا هم جوته شوه چې دوى ته ټولې ستونزې او د ستونزو اصلي انګيزې او دحل لارې ورمعلومې دي نو كله چې داسې ده نو ضرور ده چې هم امريكايان او هم بل هر هغه څوك چې د نړۍ د سولې او امنيت لپاره څه كولى شي را پاڅېږي او په دې اړه خپل مسؤوليت او رسالت تر سره كړي. زموږ په اند د نړۍ د امنيت لپاره هڅې ، له يوقطبه كېدلو څخه دنړۍ ژغورل او د اسلامي او لوېديځې نړۍ تر منځ د ناسم پوهاوي له منځه وړل يواځې د اوباما او امريكايانو كار ندى ، بلكې په دې اړه ملګري ملتونه (كه څه هم اوس يې دسي اى اې دتحريراتو ددفتر حيثيت خپل كړى )، اسلامي هيوادونه او په ځانګړى توګه اسلامي كنفرانس هم ډېر رول � �وبولى شي .نو موږ پر دوى هم غږ كوو چې په دې اړه قوي ګامونه واخلي ،خپل مسؤوليت او رسالت ادا كړي او نړۍ له � �وانې تراژيدۍ څخه وژغوري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاى ايډې: نړيوالې مرستې بېرته بهر ته ځي", "output": "په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي پر نړيوالې ټولنې او مرستندويو هېوادونو غږ کړى، چې خپلې مرستې د افغان دولت له لارې ولګوي. کاى ايډې له يوې بهرنۍ خبري رسنۍ سره په مرکه کې وويل، چې د نړيوالو مرستو د همغږۍ لپاره يوې نوې تګلارې ته اړتيا ده او ددغه تګلار پر بنسټ، مرستندوى هېوادونه بايد خپلې مرستې افغان دولت ته وسپاري، چې د بډو او اداري درغليو رېښې پرې وباسي. د کاى ايډې په وينا، ډېرى مرسته شوې پيسې پخپله د بهرنيو مرستندويو هېوادونو د افرادو په تنخواوو او نور ((ساز وسامان)) لګيږي. ده وويل: ((زما په اند موږ ددغو مرستو ډېرى برخه د افغانستان پرځاى پر خپلو هېوادونو لګوو. موږ بايد دا وځيرو ، چې زموږ مرستې څه ډول د افغانستان پر بيا رغونه لګول کيږي)). کاى ايډې به نن په همدې م وضوع په يوه ناسته کې غږيږي، چې څنګه د يوه ځانګړي پلان او تګلار په اډانه کې نړيوالې مرستې ولګول شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "دغه زما غيور ولس دی عبدالباري جهاني دغه توري سپيني ږيري داببر ببر لاسونه دا سري سري دا غټي سترګي له هيبته ډک مخونه داله زوره ډکي موټي دپولادو م ړوندونه غيرتي ډبرين زړونه دا زيږې زيږې خبري دزمريو آوازونه په سرونو کي يې � �وردی په سينو کې توپانونه دا کږې وږي بګړۍ به يوه ورځ سره غونډيږي تر يو څو جرګو را وروسته دتوپان په دود خروښيږي دکلو تږي درې به بيا په وينو اوبه کيږي د غليم په بنګلو کي هلته بل ميوند جوړيږي ج� �ا لا به را ژوندۍ کي د اکبر په ميخانوکي درز به واچوي سينو کي ډار به واچوي په زړوکي د خنجر عکس به يوسي جهانګير ته په جاموکي د اورنګ شراب په ورکي دسرونو په کاسوکي دا تر پښو لاندي قبرونه دا هې� �سوي لحدونه هر لحد يې افتخاردی پکي پټ دي داستانونه دا تاريخ دمېړنيو دنيکونو يادګارونه هره پاڼه يې غيرت دی په هرباب کي توپانونه دا په وينو روزل سوي دا لاله دا سره ګلونه دا دغورنو لوړي څوکي په لمنو کي لالونه يو دبل په غېږا غوستي لاړ پر لاړ پېيلي غرونه دا وطن دعقابانو دا ځالۍ ده دبازانو دا خيبر دي دا شمشاد دی قتلګاه دپرنګيانو دا سرکښه دا مغروره غزرائيل د دښمنانو هر سيلاب يې بتشکن دی هره دښته يې ميوند دی د توپانه ډکي وريځي هريو څاڅکی يې هلمند دی هر وړوکي يې دريادی افريدی دی که م ومند دی پکي غورځي د پلار وينه د ميرويس نيکه پيوند دی دا ميوند ميوند دښتونه دا هلمند هلمند رودونه له غيرته ډکه مېنه دا اټک اټک سيندونه په څپوکي يې رزمونه په هر موج کې سيلابونه دا وطن دی زمريو دا هيواد به آزاديږي دا دمست پښتون ولس دی دا په وينو کي غوريږي په دې جنګ يې پلار مړ دی چي ميدان ويني مستيږي هيبت پروت دی دې لاسوکي زولنې ځني بيريږي دا يې زېری دطغيان دی لا سبا توپاني کيږي بيا به ګرم کي بزمونه بيا به خپل کي دا دښتونه بيا به سور دسمال تر ملا کي بيا به تاوکي چنګ برېتونه له آم و تر اباسينه سره يو به کي موجونه کي به ناڅي ښکلي پېغلي سپيني لېچي سره لاسونه کي به ځي کاروان د اوښو ور آزاد به وي مزلونه کوچۍ ښکلې به ور اخلي تر سالو لاندي ګامونه يوه ورځ پر دغه ځمکه په همدې تنګ د� �وکي د آمو مستو څپوکي د اټک دسند موجوکي تر همدغه آسمان لاندي ه همدې خاوري دښتوکي د بازانو له ځا� �يه د عقاب په آشيانوکي د پړانګانو په کوروکي د زمريو په زانګوکي د همدې غرونو لمن کي دغو ورانو خ� �ابو کي د سکندر لېچي وې ماتي د چنګېز پر کور ناورين ؤ د اورنګ خنجر يې پڅ کی د پرنګ توپ يې خاموش کی دبابا زړه يې لا شين ؤ هره تيږه يې پاميرؤ هر لښتی يې اباسين ؤ دغه شني آسمان شاهد دی دغه ستورو هم � �يدلو دغه لمر، دغه سپوږمۍ وه دغه ورېځو هم کتلو دسبا د جنګ په طمع موږ دا نن لا خروښېدلو دسرونو بازار تودؤ مستانه باندي ورتللو بيا به ګورئ بيا به وينئ پردې ځمکه قيامونه زندانونه به ماتيږي ت� �ې راوځي به مړونه شخي- شخي به شملې وي تور ببر- ببر برېتونه د ملالي دننګ چيغي پر دښمن باندي تاختونه بريالي به را روان وي د نېزو په سر،سرونه بيا اختر به وي دفتحې په سرو وينو سره لاسونه نړوي به سوځوي به د زاړه دښمن قصرونه هيبتي ناري به واورئ لړزوي به آسمانونه بيا به دا آسمان شاهدوي زموږ دفتحي د جشنونو خُم به سر پر سر تشيږي دمستانو په جامونو غليمان به فراريږي د ايمل بابا دغرونو څوچي غ� �ونه وي پرځمکه څو سيندونه لا بهيږي څو مجمر د آسمان تود وي دجهان پر مخ ځليږي څو چي ورېځ پر آسمان ګرځي څوچي څاڅکي ترې توئيږي څو په نوم انسانيت وي د بشر په نوم ياديږي دپښتون قام به ژوندی وي او همدلته به اوسږي دغه زما غيور ولس دی دغه زما توپاني قام دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "(۲۱)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه )", "output": "د فطر صدقهد فطر صدقه هغه م علوم مقدار مال، پیسې یا غله ده چې د ر مضان د میاشتې په اختتام او د کوچني اختر په ورځ د اختر د لمانځه څخه د مخه د خپلو روژو په هکله د خطاګانو د کفارې په مقابل کې بیوزله خلکو ته ورکول کیږي. همدارنګه که چیرې د دې ورځې د مخه د رمضان په میاشت کې نوموړې صدقه ورکړل شي هم پروا نه لري خو غوره خبره دا ده چې د اختر ورځې ته کم وخت پاتې وي.د فطر صدقه په هر نارینه او ښځینه مسلمان باندې که هغه لوی وي، کوچنی وي، آزاد وي او یا غلام وي فرض ګرزولې شوې ده څو دغه صدقه د اختر د لمانځه څخه د مخه ادا کړي. د فطر د صدقې د ورکولو څخه موخه د رمضان د میاشتې د روژې په وړاندې د انسان د هغو خطاګانو کفاره او د اختر په خوښیو کې د بیوزله، نادارو، غریبو او فقیرو پرګنو را ګډول دي چې څه نه لري او له اقتصادي ستونزو سره لاس په ګریوان دی. د فطر د صدقې د فرضیت دلایل ابن عمر (رض) یو حدیث شریف � �وایت کړی دی چې پیغمبر (ص) د فطر صدقه پر مسلمانانو باندې فرض ګرزولې ده چې یوه پیمانه خورما یا یوه پيمانه وربشې په هر آزاد، غلام، نارینه، ښځینه، لوی او کوچني مسلمان شخص باندې فرض ګڼلې شوې ده) متفق علیهخو ابی سعید (رض) بیا فرمايي: ( موږ به د فطر صدقه ورکوله چې هغه به یوه پيمانه د غذا وه، یا به یوه پيمانه د وربشو وه، یا به یوه پيمانه د خورما وه، یابه یوه پيمانه د اوړو وه او یا به یوه پيمانه د ممیزو وه) متفق علیهابن عمر (رض) بیا په یوه بل حدیث شریف کې د ځانګړو وربشو پیمانه هم ذکر کړې ده چې په عربي کې سلت ورته وایي او داسې وربشې وې چې له نورو څخه غوره او د وښو پوست به تر بیل شوی وو. ابن عباس (رض) فرمایلي دي: ژباړه ( چا چې یوه پيمانه د غوره وربشو و� �کړه نو صدقه یې منل کیږي، چا چې یوه پيمانه د اوړو ورکړه نو صدقه یې منل کیږي او چا چې یوه پيمانه د ترمیده اوړو ورکړه هم صدقه یې منل کیږي) صحیح ابن خزیمهد فطر د صدقې په هکله د جمهورو علماوو نظر دا دی چې باید صدقه فطر د هغه غلې څخه ورکړل شي چې د یوې سیمې پیداوار وي یانې دا چې مسلمانان په هره سیمه کې اوسیږي نو د هماغه سیمې د پیداوارو او غلې دانې سره سم یو پیمانه د فطر صدقه ورکوي.بل دا چې علماوو دا هم ویلي دي چې هغه شرعي صاع یا پیم انه چې وړاندې یې یادونه وشوه د نیم چارک یا یوې کیلو سره برابره ده چې هر مسلمان شخص د فطر د صدقې په نیت د یوې کی� �و په اندازه غله، میوه یا د سیمې د پیداوارو هر توکی چې وی غریبو او بیوزلو خلکو ته ورکړي او یا د دې څیز م عادلې نغدې روپۍ ورکړي. د ماشومانو، ښځو او داسې نوورو صدقه فطر د کورنۍ د سرپرست په وسیله ادا کیږي. په دې هکله � �اید چې زما راټول کړی معلومات بشپړ نه وي نو تاسو له سترو دیني پوهانو څخه په دې اړوند پوښتنه کولای شی او یا زیاتو معلوماتو د لاسته راړولو لپاره نور اسلامي آثار کتلای شي. د فطر صدقه چاته باید ورکړل � �ي؟د فطر د صدقې ورکول د مسکینانو لپاره ځانګړي شوي او هغو آتو اصنافو ته نه ورکول کیږي چې د زکات ورکول ورته � �وا دي بلکي یوازې هغو بیوزلانو، مسکینانو، فقیرانو او ناداره طبقې خلکو ته ورکول کیږي چې څه نه لري او د ګڼو ا� �تصادي ستونزو سره لاس په ګریوان دي. همدارنګه دغه طبقه خلک نه شی کولای چې د اختر په خوښیو کې د عامو مسلم انانو په څیر ګډون وکړي.ابن عباس (رض) یو روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( د فطر صدقه د روژې پاکوالی دی چې د روژتي د خطایاوو له کبله ورته تاوان رسیدلی وي او طعام دی د مسکینانو لپاره) رواه ابو داودد همدې حدیث پر بنسټ ډیر اسلامي پوهان په دې نظر دي چې د فطر صدقه د مسکینانو لپاره د طعام حیثیت لري او باید چې په همدې نیت بیوزلو خلکو ته ورکړل شي.خو زموږ د افغاني ټولنې په زیاترو کلیوالي سیمو کې داسې یوه عقیده موجوده ده چې د فطر صدقه باید هغه ملا امام یا قاري ته د ده د تراویح د امامت په بدل کې ورکړل شي چې د رمضان په میاشت کې یې د تراویح د امامت دنده سر ته رسولې وي. په داسې حال کې چې د فطر د صدقې یوه برخه که بیوزله امام ته ځانګړې شي دا خو ډیره ښه خبره ده خو د دې فکر سمون په کار دی چې ګواکي د فطر صدقه یوازې د یوه امام لپاره او هغه هم د تراویح د لمانځه په بدل کې ورکول کیږي. غوره خبره دا ده چې د فطر صدقه د هر هغه مسکین، بیوزله او ناداره مومن حق دی چې په همدې ډول سیمو کې اوسیږي او که چیرې کلیوال د دې موخې لپاره د تراویح امام ته کوم بل مدرک په ګوته کړي او د فطر صدقه نورو بیوزلانو ته ورکړي ښه به وي. په دې کار سره به یې له یوې خوا د رمضان د میاشتې د عبادت حق په سمه توګه ادا کړی وي او بل به یې د دې فکر شتون ته یو سم ځواب موندلی وي چې ګواکی دغه صدقه یوازې د هغه امام حق دی چې کلي ته یې د تراویح د لمانځه د امامت دنده پر مخ وړې ده. د فطر د صدقې د ادا کولو وختد فطر صدقه د اختر د لمانځه د ادا کولو څخه د مخه ورکول کیږی لکه چې ابن عمر (رض) فرمایلي دي: (مخکې لدې چې خلک لمانځه ته ووزي، پیغمبر (ص) به موږ ته د فطر د صد� �ې د ادا کولو امر وکړ) رواه البخاريزیات شمیر اسلامي پوهان په دې آند دي چې که چیرې د رمضان په میاشت او د هغه په وروستیو څو شپو کې څوک خپله د فطر صدقه نادارو کسانو ته ورکړي هم صحت لري خو د اختر په تیریدو سره د فطر صدقه نه ادا کیږی بلکي که یې څوک ادا کړي نو د عامې صدقې حیثیت لري. د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه د اختر مو مبارک شه تر عنوان لاندې ده چې د اختر د ورځې ځانګړو احکامو او آدابو ته ځانګړې شوې ده له موږ سره اوسی........"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل: د ټاکنو ترتیبات په بشپړیدو دي، ګڼه ګوڼه لیږه شوي ده", "output": "میرویس جلالزی د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ټاکنو څخه دری ورځي دمخه پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د ښار په بیلا بیلو سیمو کې اضافي پوځيان او امنیتي مامورین په دندو ګمارل شوي دي.د کابل له هوايي ډګر څخه د باغ بالا په استقامت په غزیدلي سرک باندي څو ځایه د تلاشۍ پوستي جوړي کړای شوي او پولیس د ټولو موټرو دقیقه پلټنه کوي.ولسمشرۍ ماڼۍ ته په غزیدلي سرک او په ورته وخت کې د څرخي پله له استقامت څخه د ښار په لور په غزیدلي واټ د ټولو شکمنو ګاډو او انسانانو تلاشي کیږي.د ټانک لوګر په سیمه کې او همدا راز د کمپنۍ په عمده واټ هم هغه موټر د پخوا په پرتله په ډير دقت سره تلاشي کیږي چې د ښار په لور د حرکت په حال کې دی.امنتي ځواکونو په دغو تدابیر سربیره د ښآر په بیلا بیلو برخو کې ګرزنده ګزمي کوي او حکومتي ودانیو او دولتي تاسیساتو ته نږدې د ټولو انسانانو او موټرو تګ را تګ څارې.د ملي دفاع وزارت وایې چې پوځيان به د ټاکنو په ورځ تهاجمي عملیات نه کوي او یوازي د ځان او ولس د دفاع لپاره به تدافعي بڼه غوره کوي.په ورته وخت کې د ملي امنیت ادارې هم د ښار په بیلا بیلو څلور لارو، لارو کوڅو، او لوړو څوکو کې څارګر په دندو ګمارلي تر څو د دښمن د احتمالي بریدونو په اړه خپلو مراکزو ته پر وخت معلومات ورکړي.د ملي امنتی ادارې یوې سرچینې وویل چې کابل ښار ته لا هم ګواښونه م توجه دي خو دوي به د دې جوګه شي چې د هر راز برید مخه ډب کړي.تیره ورځ د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر وویل چې په تیرو څو ورځو کې یې د ۶۲ هغو پیښو مخه نیولي چې زمونږ د ولس د بربادۍ لپاره ترتیب شوي وي.د اتمر د وینا له م خې چې ښایې د کابل د تیرې ورځي د برید په څير نور بریدونه هم د دښمنانو له خوا طرح شوي وي خو پولیس او نور کشفي ارګانونه څلرویشت ساعته د هیوادوالو په خد مت کي دي.د پلازمینې کابل په ګډون په ډیرو ښآرونو کې � �ومړی نمبر احضارات وضع شوي او څلرویشت ساعته ګزمې هم په لاره اچول شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوله ټينګه نه شوه ، خو جګړه ښه ټينګه شوه", "output": "سوله ټينګه نه شوه ، خو جګړه ښه ټينګه � �وه دابراهيمي ليکنه دغبرګولي ١٢مه له کوره د باندې راووتم اوراډيو مې چالانه کړه ، د خبرونو په سرليک کې مې واوريدل چې د امريکې ولسمشر اوباما ويلي، ډېر ژر به هغه ويډيو خپره کړي چې په � �اګه پکې په فراه ولايت کې دامريکايي ځواکونولخوا د طالبانو د وژل کېدو صحنې ښودل کېږي. دې خبر اورېدو سره ډېر خواشينى شوم، له ځانه سره مې وويل چې دا بهرنيان څه کوي بيګناه خلک وژني او بيا ورته د ترهګر او طالب نوم ورکوي، که څه هم د بشري حقونو سازمانونه اوددوي ملاتړي افغان حکومت هم دا مني چې په فراه کې لسګونه افغان عام وګړي وژل شوي دي . د فراه د ګنج اباد اوګراني په کليو کې د غويي په ١٥مه، د امريکا په مشرۍ دغربي ځواکونو لخوا بمباري وشوه چې افغان حکومت په کې ١٤٠ تنو ملکي وګړو ته په کې وژنه منلې اودبشري ح� �ونو کمسيون بيا د٩٧ ملکي وګړو وژنه پخلى کوي .ددې ترڅنګ سيمه ايزو دولتي چارواکيو اوکليوالو په دې جګړه کې د١٨٠ تنو ملکيانو مرګ ژوبله منلې وه . له دې وړاندې هم امريکايي ځواکونو دافغان حکومت له لوري ورکړل شوې شمېرې له مبالغې ډکې ښودلې وې او له خپله لوري يې په خپره شوې اعلاميه کې يې دوژل شويو ملکيانوشميره له ٢٠ تر ٣٠ پورې ښودلې وه .نه پوهيږو دغه بمبارۍ او افغان وژنه به ترکومه روانه وي چې د پرمختللي ټکنالوژۍ ل� �ونکي او ٥٢ ډوله لرونکي الوتکو والا تر اوسه د طالب او افغان عام وګړي توپير ونه شو کړاى . دغه ځواکونه په ډيرو ځايونو کې په زغرده وايې چې يواځې القاعده او يا ترهګر يې وژلي اوکه په درجنونو ملکي وګړي يي هم وژلي وي دوى بيا هم له خپلې خبرې نه تېريږي .نه پوهيږم دوي څرنګه فکر نه کوي چې افغان وژنه ددوي پروړاندې دقه� �يدلو افغانانو شميره څومره لوړوي ، وژل خو يوجنايت کوي داچې بيا شنې سترګې پرې پټه وي دايې بله ګناه ..زما په اند د يوه بې ګناه افغان وژل ديوه طالب او يوه ځانمرګي بريد کوونکي د پيدا کولو په مانا دي . او دغه بهرنيان په لوى لاس دغه کار کوي . پوښتنه دا را منځ ته کيږي چې آخر القاعده او ترهګر څوک دى ؟د وژونکيو (امريکايانو ) لخوا القاعده هغه کسان دى چې کله پردوى ډز وشي او يا دوى ته مرګ ژوبله واوړي نودوي بيا په هغه سيمه بمبار کوي اوهلته نارينه ،تورسرې، ماشومان ،سپيڼ ږيري ټول وژني اوبياهماغه خلک ترهګر او القاعده بولي .داوژنه چې خپله امريکايان يي دترهګرو وژنه بولي ترکومه به روانه وي ،داڅ� �نګه و ژنه ده چې ورځ تربلې ورځې قوي کيږي او دهيواد ټولو سيمو ته خوريږي .که څوک پوښتنه وکړي چې دوى خو دامنيت اودسوله ساتوځواکونو په نوم راوغلي ولې ورځ په ورځ يې دغه شعار تغير کوي چې دسولې دټينګښت پرځاي دوى جنګ غښت� �ى کوي جګړې خوروي ،او بل آخره هره ورځ خلک وژني .د سولې دټينګښت دغه ذغره وال پيغام راوړونکي په پخواکلونو کې عادي موټرو کې هم ګرځيدل ولې اوس دوي ټول په ذغروالو اوتوپ لرونکو ټانګونو او شوبلو کې ګرځي .دسولې پيغام راوړونکي خو خلکوته سوله ور وړي دوي خو دسړک په غاړه هم څوک نه پريږدي ،کله چې ددوي کاروان سيمې ته راو� �سيږي بايد له سړک څخه ځان ګوښه کړي اودوي ته خپله هغه لاره چې دقانون له مخې بايد پرې لاړشي هغه بايد دوي ته خو� �ي کړي اوکه خوشي يي نه کړي نودلته دالقاعده په نوم وژل کيږي موټر دي په ټانګ وهل کيږي او ته هم په کې وژل کيږي اوبيا يي په راډيو ګانو کې اعلاميوته غوږ نيسه چې دسم سړي نه القاعده درته جوړوي که نه .افغان ولس ته ورپېښه ده هره ورځ وژل کيږي څوک يي ترهګر بولي څوک يي القاعده خو دا رښتيني خبره ده چې افغان خو مو وژل کيږي اوداچې څوک يي وژ ني دا هم معلوم دي ولې ترټولو مهمه خبره داده چې دغه وژل وژل به کله ختميږي سوله ټينګه نه شوه خو جګړه خه ټينګه شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې دري تنه ماين چاودني ټپيان کړل", "output": "په يعقوبيو ولسوالۍ کې ماين چاودنې درې تنه ملکي وګړي ددوشنبې په شپه ټپيان کړل ديعقوبيو ولسوالۍ ولسوال لطف الله بابکر خيل بينوا ويب پاڼې ته وويل :داچاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې دموسی خېلو ولسوالۍ او سيدونکو خپل ناروغ په موټرکې دهمدغې ولسوالۍ له لارې ددرملنې په موخه پاکستان ته ليږدوو ده دپه وينا چې ټپيان دامهال دخوست په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې او � �وغتيايي حالت يې دډاډ وړ دی ده وړاندې وويل چې دغه ماين په سيمه کې ددولت ضد ډلو ټپلو لخوا ايښودل شوی و خو په دغه ولسوالۍ کې داپه داسې حال کې ده چې څوورځې دمخه په دولسوالۍ په امنيتي پوستو باندې دمخالفينو له پلو ه هم بريد شوی و"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل زما د ډيرو مودو ورک لاليه لږ د راوښيه درک لاليه شپه می تمامه کړله ستا انتظار مخ د راتاو کړه په لمر څرک لاليه هميش می مخی ته ځليږي راته ستورۍ د وينم په فلک لاليه داچی وړو وړو سلګو کی پروت يم سترګی د شوی راته ټوپک لاليه د يو عاجز مين دعا ده درته نوم د همزولو کی شه هسک لاليه سينه د خلاصه که په مينه راته غيږی ته درغلم چټک لاليه دزړه خبری راته ټولی راکړه دمينی راز کی يمه کلک لاليه ستا د يوی غمزی په نيمه سلا شيرولې لاړلو هک پک لاليه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مرحوم روحاني د ماشومې لور اواز", "output": "مورجانې! باباجان چېرته دی؟ له کومو ملګرو سره تل� �ی دی؟ايا کوم ولايت ته د خبر جوړولو لپاره تللی دی؟ايا په کابل يا کندهار کې د خبريالانو کومه غونډه ده؟ايا د پخوا په شان د خبريالانو کانفرانس جوړ شوی دی؟زه نه پوهېږم، په هېڅ هم نه پوهېږم، دا هر څه، څه دي؟مورکۍ جانې! پخوا چې به بابا کوم ځای ته سفر کاوه، ما ته به يې د خپلې مينې ډکه غېږه پرانيستله. زما په اننګو به يې خپلې مهربانې شونډې نښلولې او په ډېره مينه يې لمسولم.په دواړو لاسونو به يې له غېږې څخه د هوا طرف ته پورته کړم او بېرته به يې په غېږه کې ټينګه ونيولم.په خندا_خندا به يې راته داسې ويل: زما لور جانه دهډېره پر ما ګرانه دهزما د زړګي سر دهزما د زړګي ور دهبيا به يې په خندا د خبرو په جريان کې داسې ويل: ستا باباجان سبا کوم ولايت ته ځي او خپلې ګرانې لورجانې ته به يوه ناوکۍ راوړم. ښايسته کالي به هم راوړم، بوټونه به هم درته � �اوړم. د خوړلو شيان به هم راوړم.بيا به يې په ډېره مينه پر باړخوګانو مچ کړم او په غېږه پورې به يې ټينګه ونيو� �م، خو مورجانې دا ځلي يې په غېږه کې نيولې نه يم.دا ځلي يې د مينې غېږه هم رانه کړه، هغه غېږه چې ما به پرې لوبې کو� �ې، هغه غېږه چې ما به خپله ورځنۍ تنده پرې ماتوله، هغه غېږه چې زما د مينې تار پرې بسته و. اوس هغه غېږه نشته، اوس هغه مينه نشته، اوس هېڅ هم نشته.مورکۍ! اوس د څو ورځو په تېرېدو سره مې د بابا په نه ليدلو تنده ډېره زياته شوې ده.مورجانې! دا ځلي يې د پخوا په شان د ناوکۍ، کاليو او بوټونو ژمنه هم و نه کړه.ايا بابا له ما خوابدی و؟ دا ځلي ولې له ما په پټه لاړ؟ ما ته ووايه، مورجانې حال راته ووايه!تا ته قسم درکوم. ستا دې قسم په هغه چا وي چې ته يې پيدا کړې يې، راته ووايه! مور: اهـ اهـ اهـ! لورجانې قسمي دې کړم، ټول حال درته وايم: پلار دې مړ � �وپلار دې شهيد شوپلار دې ځوانيمرګ شوبس بابا دې نور کور ته نه راځي، هغه اوس د لحد تورې خاورې خو� �ي.کندهارنېټه: ١٢-٠٦-٢٠٠٨"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکادې افغانستان کي تر دې ټاکنو تېره شې!", "output": "تر ټولو دمخه بايد وويل شې چې د اشغالګرې امريکا په سپينه ماڼۍ کې ناست نيګرو (تور ) ديکتاتور په دې وروستيو مياشتو کې د افغانستان خلکو ته په رمز او غمز او ډول ډول خوځښتونو او اشارو وښوول چې ښاغلى کرزى او د ده بانډ تر نورو ټولو مطرح او نامطرح ډلو او کسانو دوى ته نسبتاً غوره او ګټور دى او د ده او د ده د ملي ضد، پردي پالو او توپکي، بډي خورو او درغلګرو ملګرو د دې دومره ناوړو استفادو او بې کفايتيو سره سره د دوى د ګټو د ساتلو لپاره وړ او ورتېر باله شې. په دې توګه د افغانستان خلکو درک کړه چې د بيا لپاره هم کرزى په دې هيواد کې د ولسمشر په نامه د خپلو خلکو د سرونو په صدقه د امريکا د ګټو خوندي کوونکى دى او د دې هيواد د خلکو خوښه او رايه څه ارزښت نه لري. هسي خو په تېرو ټاکنو کې هم خلکو ته جوته شوه چې کرزى په ډول ډول درغليو پر حلکو ح اکم شو او له بله پلوه خو اوس جنايتکاره امريکا او د هغې مجرم انډيوالان په افغانستان کې په تمامه معنا د خلکو د ملي عمومي پاڅون سره مخامخ شوې دي او ټول پوهېدلې دي چې د دې نيول شوې هيواد د خپلواکۍ، رشتياني پرمختګ او د خ� �کو د هوسايى، آبرو او عزت ربړه د پردو په شړلو اواريږې نه په دغسې نمايشي او جعلي او د امريکا تر څارني لاندي ټول ټاکنو. البته که په دې ټاکنو کې يوشمېر خلک برخه اخلي هغه د افغانستان د خلکو يو خاص قشر او اقليت جوړوې نه اکثريت وګړي. ځکه د افغانستان خلک له پنځه ويشو تر دېرشو مليونو په شاوخوا کې اټکل کېږې چې په انتخاباتو کې دغسي ګډون کوونکې ښايي د دوى يوه ډېره لږ سلواله جوړه کړي،او هغه به په يقيني توګه د کرزي د حکومت منسوبين، د � �انيول شوو کانديدانو ځيني پلويان، د قوم د مشرانو او مخورو په نومونو رانيول شوي دلالان او يو شمېر بې شعوره وګړي وي. په دې ټاکنو کې به د افغان ولس، د کرزي د مخالفو کانديدانو او د هغو د پلويانو او امريکايانو برخه او ګټه څه وي؟ (الف) له دې ټاکنو څخه ولس ته هيڅ ګټه نه رسيږې، خو دا حتمي ده چې د انتخاباتو په بهير کې ډول ډول شخړي او د مخالفينو لخوا خونړي بريدونه عامو خلکو ته زيات مالي او ځاني تاوانونه واړوي، وخت يې پر دې بې ګټي کار خوشي ضايع شي او په راتلونکې کې هم د کرزي په شتون کې د خير مخ نه شې ليدلاى، بلکې ممکن د ډېرو نورو نووو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شې. (ب) سر له اوسه څخه اټکل کېږي چې له کرزي او د هغه له بانډ څخه د امريکا د ښکاره ملاتړ او د درو مياشتو لپاره پرواک باندي د هغه د نامشروع پاته کېدو او له ده څخه د ډېرو لوړ رتبه دولتي چارواکو د علني پلوۍ له امله د کرزي مخالف کانديدان او د هغو پلويان په دې ټاکنو کې بايلونکې دي. نو هر څه لګښتونه چې کوي او منډي ترړي چې وهي هدر او بې ځايه به وي. (جـ) دا چې امريکا کرزى په دې وروستيو کې له سره د خپل ګوډاګي په توګه آرايش او سينګار کړ او د ده د واک په زړه چپنه يې نوي رنګ وواهه او د هغه په کرکجنه او ناخوښه څېره يې نوې سرخي او سپېده ووهل، خ� �کو ته يې وښوول چې دوى د ده سره داسي مينه لري لکه محمود غزنوي چې د اياز سره درلوده. او بيا هم بايد هرو مرو دى د دوى د دربار مصاحب او د ګټو ساتندوى وي. او ديوه وفادار مريي په توګه د دوى په پوځي او مالي ملاتړ د يوه لاس پر نامه او هر وخت او هر څه ته چمتو لاسپوڅې په څېر پر افغانستان واکمن پاته وي؟! نو په دې صورت کې به د انتخاباتو پر بهير باندې د امريکا مصارف ( چې يو قلم يې دوه سوه دېرش مليونه ډالره کېږي)ګردسره بې ځايه وي. ځکه که امريکا مصرف وکړي که يې ونه کړي کرزى به په افغانستان کې د امريکا د سپيني ماڼۍ د تور واکمن په اصطلاح ”وايسراى“ وي. کرزيانو ( حامد جان، احمد ولي، قيوم خان، محمود او... ) او د دوى د بانډ غړو چې په تېرو څو کلونو کې د واک خوند وکوت هيڅکله به يې په آسانۍ پرې نه ږدي. دوى له دې واک څخه په ناوړه ګټه اخيستنه ميليارډران او د نړۍ د پانګي ستر امپراتوران شول. دوى پر دې واک باندي داسي سره راغلي دي چې په دې هکله خپل مخالفين ان د مرګ تر پولي رسوي. که موږ لږ ځير شو دوى خپل مخالفين په ډول ډول توطئو وژلي او له مخي چپ کړي دي. همدا اوس به تاسې د رسنيو له لاري اورېدلي وي چې په کندهار کې د دوى لخوا د انارګل د مشاعرې په نامه يوه غونډه جوړه شوې وه چې اصلاً موخه ځني د کرزي لپاره کمپاين وو نه د رشتيانيو اديبانو او شاعرانو د رشتيانيو شع� �ونو اورېدل او د هغو تقديرول او هڅول. خو په دغه غونډه کې څو تنو د اشرف غني احمدزي د ژوند ليک په هکله څو پاڼي ووېشلې. دا به نه وه چې پر دوى باندي د آسمان يوه ټکه ولوېده او دونه حساسيت يې وښود او داسي لټپېر يې جوړ کړ چې غونډه د شعرونو پر ځاى د سپکو سپورو او وهلو ټکولو په خوسي او غورځي واوښته. که تاسي ګران لوستونکې په دې غونډه کې حاضر واى حتماً به مو ګڼلې واى چې لکه چې د کوم سرکس نندارې ته ناست يم. بيا د کندهار د والي په امر دغه کسان ولچک شول، لمر ته د قرون وسطا د قانون سره سم جزايي ودرول شول او بيايو تن په پښو معذور � �يکوال او شاعر چې د يوې فرهنګي ټولني مشري پر غاړه لري د استخباراتو د ډانګيانو لخوا په ډېره ناځوانمردانه توګه دومره وډبول شو چې لکړي يې پر ماتې شوې او په بدن کې يې هيڅ ځاى روغ پاتي نه شو. لعنت دي وي پر دغسې ناځوانو او بې رحمو لنډغرو او د هغو پر بې وجدانو،پردي پالو او بې ننګو آمرانو باندي چې پر خپل دغسي له جسمي پلوه يوه بې وسه افغان دومره درنده ګان وي، خو پردو کفارو ته لاس پر نامه ولاړ وي او د هغو په چوپړ کې يې شپه او ورځ پرځانو يوه کړې وي. مقصد دادى چې دا خلک هره بې آبي پر ځانو مني او د بهرنيانو هر امر او خدمت تر سره کوي او سرونه ورته ټيټوي، خو واک خداى يو مالګي توروې که يې پرېږدي. او د پردو لخواجوړ شوي حالات هم ښيي چې د واک پچه هرومرو د کرزي پر نامه راخيژي. نو چې داسي ده ښه به داوي چې ګردسره د بوش خلف الصدق مسټر اوباما او مشاورين يې( د سي آى اې جاسوسان او د پينټاګان سرغندويان) د دېموکراسۍ، د بيان د آزادۍ او داسي نور غولوونکې شعارونه تر څه م هاله يا ګرد سره متوقف کړي او لکه په نورو چارو کې چې يې زموږ د دري ژبو په اصطلاح له پر رويى او وچه زوره کار اخيستى دى د ټاکنو په چاره کې دي هم له زوره کار واخلي او يو فرمان دي صادر کړي چې: ”څنګه چې حامد کرزى پخوا هم څو واره زموږ لخوا د واک پر ګدۍ کښېنول شوى دى او اوس وايي چې د دې پلا تر دې لا ښه کار درته کوم، نو د يوې بلي دورې لپاره دي هم خپلي دندي ته کمافي السابق دوام ورکړي (اوباما بقلم خود) “. په دې صورت کې به هم موږ او هم دوى د ټول ټاکنو په بهير کې له لالهانديو، مرګ ژوبلو، ورانيو او بې ځايه لګښتونو خلاص اوسو. هر څوک چې پر دې خبره ښه غور وکړي او د دې ټول ټاکنو ضر� �ناکو پايلو ته دقيق شي خامخا به ووايي چې امريکا دي تر دې ټاکنو تېره شي!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وحید ارشد: دمولانا فضل الله د وژلوپخلی نشوکولای", "output": "پاکستاني پوځیانو په صوات کې د شکم نو افراطي ډلو په مرکزونو بریدونه وکړل رپوټونه وایې چې د پاکستان پوځیانو د صوات په لانجمنه سیمه کې د مولانا فضل الله په بنسټ پالو ملیشو بریدونه کړي دي . د پوځ ویاند وحید ارشد وویل : ( پوځیانو د صوات په دوو سیمو ب� �یدونه وکړل خو دا نشم منلای چې ګواکی مولانافصل الله به په دې بریدونو کې وژل شوی وي . له سیمی څخه رارسیدلي � �پوټونه وایې چې په صوات کې یو ځل بیا د پوځ په چوڼیو بریدونه پیل شوي دي . ځایي خبریالان وایې نن په سیمه کې د دوو پولیسو مړي هم موندل شوي دي . په ورته وخت کې د ځایې قبایلو یوه جرګه په قبایلو کې د پرتو طالبانو مشر بیت الله م حسود ته استول شوي ده . دا ډله دنده لري چې د طالبانو په بند کې د پرتو یو شمیر پاکستاني پوځیانو د خلاصونه معام له وکړي .بیت الله محسود لا وختي د عسکرو د خلاصون غږ کړی خو په دې شرط چې د هغه ۶ تنه پلویان چې له دولت سره بندیان دي خوشي کړای شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لوګر : پر بهرنيو ځواکونو چاودني سوي دي", "output": "احمد لودين په لوګر ولايت کي د امريکايي ځواکونو پر موټرو چاودني سوي دي د چاودني ځاي دنوموړي ولايت د چرخ ولسوالي ده په نوموړي ولسوالي کي مسوولينو وويل چې چاودنه د بندوکي په سيمه کې تيره ورځ درې بجې وشوه او دوه امريکايان يې ټپيان کړل . د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د پيښي پړه په غاړه اخلي او وايي چي پر نوموړو يي دري چاودني کړي دي چي تر لسو زياتو کسانو ته يي مرګ ژوبله اړولي ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شمالي وزيرستان په ځانمرګو بريدونو کې ٧ تنه ووژل", "output": "د پاکستان په قبايلي سيمي شمالي وزيرستان کي تيره ورځ د دوو ځانمرګو بريدونو په ترڅ کي د دغه هيواد 7 امنيتي ځواکونه وژل شوي او 22 نور ټپيان شوي دي .لومړي ځانمرګي بريد ميرعلي ته څيرمه د پاکستاني سرتيرو د موټرونو پر کاروان ترسره شو چي په ترڅ کي يي 5 سرتيري ووژل شول . د چارواکو په وينا ځانمرګي بريد کونکي له چاوديدونکو توکو ډک موټر له دغه کاروان سره وجنګاوه . بل ځانمرګي بريد هم څو ساعته وروسته د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشا پر رزمک سرک د پاکستاني سرتيرو د موټرونو پر کاروان چي له بنو څخه د رزمک پر لور روان و ،تر سره شو .په دغه بريد کي دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي .د دغو بريدونو مسوليت ځايي طالبانو پر غاړه اخيستي دي .دغو طالبانو خبرداري ورکړي چي که له شمالي وزيرستان څخه پاکستاني پوځ ونه وځي نو د ځانمرګو بريدونو لړي به پراخه شي .په شمالي وزيرستان کي د حکومت او ځايي طالبانو تر منځ د امن د تړون له ماتيدو وروسته په سيمي کي تاوتريخوالي زور اخيستي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": " زما خو زړه اور اخلي . تر زړه مي کرږي او غلبلې پورته کيږي .", "output": "ګرانه احسان صاحب ! سلام عليکم ؛ نه پوهېږم، چي څه حال به دي وي؟! زما خو زړه اور اخلي . تر زړه مي کرږي او غلبلې پورته کيږي . پرون مي د پنجوايي د ولسوالۍ پر ځينوکلو باندي د بمبارېيو او زموږ د بې ګوناوو عزيزانو د قتل عام خبرونه واورېدل . له دې وحشتناکو خبرونو سره مي د« صالحان »،« پاشمول »،« زنګاوات » او« سپېروان » په کلو کي د هغو شنو انګوري باغونو په منځ کي، دمېلو او بانډارونو خاطرې را په ياد سوې، چي لږ او ډېر دېرش کاله مخکي مي له انډېوالانو اوهمزولو سره لېدلي وو . نه پوهېږم، چي لوی څښتن به زموږ د اوښکو دا سېلاوونه کله دروي ؟! ماته خو په عقل او پوهي سره، سمدستي د علاج څه لاره اوګودر نه مالوميږي . زموږ په نياز او دعاوو کي هيڅ اغېزه نه ښکاري . خوله دې ټولو خبرو سره سره، د خدای پر لويي او قدرت ټينګ باور لرم . يوه ورځ به زموږ او ستاسي سوځلي او وران کور ته، د سولي او ورورۍ پريشته را ورسيږي . نن په دې دردناک اوژړونکي حال کي دوې غزلي درلېږم، چي دواړي يې د ميني او درد دنياانځوروي . هيله ده دبينوا ويبپاڼي لوستونکو ته زما ددرد دا اواز ورسوﺉ ! له خدايه دي روغ، جوړ او خوشاله غواړم . خپل زيــــــــــــــارت نن زړګی مي بـــــــــيا موجونه وهي کـــــــــــــــورته دپتنګ په دود ټــــــوپونــــــــه وهي اور تــــــــــــــــه د اسير مرغه ټوپونــــــــــــــــــــــــــــــــو ته نظــــــر کړه! هسي رنګ مي روح پرواز کړي د يار لــــــــور تــه کله زانګم د خــــــــــــاطر مستو ټـــــــالو کــــــــــــــــي چي مي ېــــوسي د ماشو يــادو شــــــــــــــور تـــــــــه « سرپـــوزه » مي د زړګي پر تخت جلـوې کــــړي « کوکران » کي مي جذبه د« ميروېس » ګور ته نن يي نه ويــــــنم د ګُلـــــــــو هـــــار بهـــــار بــــــيـــــا هـم مي زړه چــــــوي يــارانــــــو درې څلــــــور تــــــه خُدايـــه څه بـــــــلا راغــــلې پر دې خلکــــــــــــــــو؟! چي صــــر فه نه کـــړي په وينو خور و ورور تــــــــه نن د خـــــــپلو او پــــــردو لـه جَـــــــوْر و ظُلمـــــــــــه افغـــــــــان تښتي هر دوږخ ، مرګ و لاهــور تــــه چي په ټا نک و توپ نازيــــــــــــــږي د پرد ېيـــــــو نامرد شــــــــــاکړه د افغان ننګ و پېغور تــــــــــــه اوس چي زړه د عشــــق په تېغ پرهر پرهر ســــــو زه به کله سر اِيږدم د غــــــــــــــــليم زور تـــــــــــــــــه د« خليـــل » دکعـــــــبې مينه مي سوه هېـــــــــــره نن روان چي يــــم زيــــارت د پلار و مــــــور تـــــه په ديـــــدار يي ددې خوږ زړګي تســـل کـــــړم زه هارون يې څـــــــه اسره نـــــه لــــرم نــــور تـــه خپل مه کړې ! خدايه څوک د چاد عشق ديوانه مه کړې! څوک دچاد خوږ نظر نُښانه مـــــــــــه کړې! نامُراده به يې تـــــــل خاوري پر سر وي دچا زړه، اروا د يار وېرانه مــــــه کړې! دملنګ په دود به فقر پر بـــل در کړي څوک بندي د بل د دَر، آستانه مــه کـړې! چي خلاصون يې په ژوندون له بنده نســـي هيڅ بندي په داسي بند، جېلخانه مه کړې! د دنيا، عقبا په دام به نه کښېــــــوزي دچا زړه په خرابات، مېخانه مه کړې! چي مستي يې لېونتوب پاروي زړه کي دا نشه په هيڅ ساغر، پېمانه مه کــړې! چي وروست بوی يې تر اسمانه رسېدلی دچا حُب پر دې بازار، زمانه مـــــــه کړې! خپل، پردي چي يې په کاڼو، تيږو ولـــي ربه څوک په هسي رنګ بېګانه مه کړې! حقيقت دعشق ور وښيه په سترګـــــو دعاشق هيله، وصال افسانه مه کړې! چي کشمير ښکاري هر چا ته خپلي مېنـــي څوک په درد د بې کورۍ، بېلتانه مــه کړې! د توحيد په تېغ به ذبحه او فنــــــــــــــــــــاسي هيڅ سماعېل د خپل خليل شُکرانه مه کړې! ماهارون د ميني اور پر زړه منـــــــلی هرهر بل ددې انګار پروانــه مه کړې!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عجېبه ده! جرګه په کابل کې بيړنى حالت په پاکستان کي", "output": "Ibrahimi_w@yahoo.com د پاکستان پوځي يونيفورم لرونکى مشر جنرال پرويز مشرف د پاکستان او افغانستان د امن په ګډه جرګه کې د نه ګډون اعلان په داسې حال کې وکړ چې جرګه پيليدونکې وه، د يو شمېر څيړونکو په اند مشرف دې اعلان سره جرګې سره خپل مخالفت څرګند کړى او په لوى لاس يې هڅه کړې چې جرګه ناکامه کړي . پرويز مشر ف که څه هم ځان د حامد کرزي اودبوش ډېر نږدې ملګرى بولي خو په دې جرګه کې يې د نه ګډون پرېکړې سره دخپلې هغې ژمنې خلاف کار کړى چې تېر کال يې په واشنګټن کې له ولسمشر حامد کرزي او جارج بش سره کړى و.مشرف د دې لپاره چې خپل مخالفت يانه راتګ کابل ته پټ کړي اوداسې پوښ ورکړي چې ګواکې په اسلام اباد کې ورته ډير مهم مصروفيت پيداشوي دي په پاکستان کې د بيړني حالت اعلانيدو اوازې هم خپرې کړي ترڅونړيوالو او افغان لوري ته وښيې چې په پاکستان کې داسې يوحالت رامنځ ته شوى چې له امله يې نه شي کولاى د امن په جرګه کې ګډون وکړي . د امن ګډې جرګې وړاندېز تيرکال د ح امد کرزي له خوا په سپينه ماڼۍ کې په هغه ليدنه کې وشو چې د امريکامتحده ايالاتو جمهور رئيس بوش او پاکستان پ� �يټ لرونکي پرويزمشرف هم حاضر وو . که څه هم يوشمېر هيواد وال لا له مخکې څخه د امن جرګې ته په دې تمه نه وو چې دلر اوبل پښتنو په مينځ کې دې دغه جرګه امنيت ټينګ کړي او ورور ولي دې نوره زياته خوږه کړي.د همدې وړانديز � �ه مخې ((نن دزمري په ١٨مه دسهار په يولسو بجو)) دغه درې ورځنۍ جرګې لومړۍ ورځ په کابل ښار کې دپوليتخنيک ودانۍ ترڅنګ دلويو جرګود لوي تالار يا خېمې کې پيل شو . په دغه جرګه کې ددواړو هېوادونو شاخوا ٧٠٠ تنه غړيتوب لري او ددوي ترڅنګ ټاکل شوې وه چې دپاکستان اوافغانستان ولسمشران هم ګډون وکړي . خوپرويزمشرف خپل نه � �اتګ نن سهار اعلان کړ اوپرځاي يې لومړى وزير شوکت عزيز راواستاوه . جالبه خبره خوداده چې په دې جرګه کې بايد په لومړي سرکې په دې غور شوي واي چې په افغانستان کې ښکېلې ټولې خواوې په دې جرګه کې حاضر واى خو داسې ونه شوه . اوس جالبه خبره دلته ده چې دپاکستاني لوري په استازيتوب کابل ته راغلي دجرګې غړي وايې چې په دې جرګه کې انجينر ګلبدين حکمتيار اوطالبان حاضر واي اوهغو ي ته بايد په کې برخه و رکړل شوې واي .که څه هم هغه شيبې تيري دي اوهسې ونه شوه لکه څرنګه چې په کار وه ونه شوه خودابايد افغان لوري ويلي واي اوهڅې يې کړې واي چې ټولې ډلې يې کابل ته راغوښتې وا ي اوهغه يې په خوله کړې واي . اوس هم وخت لاشته دي د امن ګډه جرګه که په هغه زخم باندې پټۍکېږدي کوم چې له امله يې د لر اوبر پښتانه په وير اخته شوي دي بيايې هم هرکلى کوو. خوپرويز مشرف خلکوته وړاندې له دې چې دغه جرګه پاي ته ورسيږي اوپايلي يې ښکاره شي په ډاګه خپل مخالفت وښود .زه فکر کوم د امن ګډه جرګه کې که په � �يښتيني توګه د افغانستان ټولو کړيوته په کې ځاي ورکړل شوي واي نو دابه په تيرو څولسيزو کې دلر اوبر پښتنو لپا� �ه يو ترټولو ښه جرګه واي اوښې لاسته راوړنې به يې ترشادرلودلې واي . دامن دګډې جرګې لپاردکابل په ښار کې چم تووالي په خاطر دښار ډيرى واټونه د افغانستان او پاکستان په بيرغونواوجنډو پوښل شوي دي ترڅنګ يې ډلې ډلې ملي پوليسو اوپوځي پوليسو تيارسۍ ښکاري . که څه هم له دې وړاندې په کابل ښار نورې جرګې هم دايرې شوې وې لکه داساسي � �انون لويه جرګه اواضطراري حالت لويه جرګه خو هغه وخت به نړيوال ځواکونه هم په واټونو اولويولارو کې ښکاريدل ولې داځل هيڅ بهرنى شين سترګى پوځي نه ښکاري اوداسې ښکاري چې امنيت په داخل دښار کې دافغاني ځواکونولخوانيول شوي دي . دلومړي ځل لپاره دملي دفاع وزارت اړوند پوځي پوليس هم په يوشمير څلور لارو کې ترسترګو شول .دغه پوځي پو� �يسو چې په موټر و يې په انګريزي ليکل شوي ميليټري پوليسو له خپلو موټرويې اغزي لرونکى سيمونه تاوکړي دي اوګوتې يې د ټوپکو په ماشوباندې تيارې نيولې دي . کابل /١٣٨٦ کال دزمري دمياشتې ١٨مه نېټه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "١٠ تنه شکمن کسان ځايى پوليسو ته سپارل شوي", "output": "په کندهار کې د کاناډا ځواکونو هغه ١٠ تنه شکمن کسان چې د تيرې چهارشنبې په ورځ يې ددغه ولايت د شاولى کوټ ولسوالۍ کې نيولى وو،نن په کندهار کې ځايى پوليسو ته وسپارل .طالب وياند ويلى چې نوموړى کسان له دوى سره تړاو نه لري ، مګر د کاناډايى ځواکونو يو وياند ويلى له نيول شوو کسانو څخه داسې توکى تر لاسه شوي چې په چاودنو کې ترې نه کار اخيستل کيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ډنمارک لومړی وزیر په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی", "output": "د ډنمارک لومړی وزير اند� �س فوغ تيره ورځ په يو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی ا و په لومړی سر کې په جنوبي ولایت هلمند کې پلی شو .ډنمارکي رسني واېې چې ښاغلی فوغ په هلمند کې له خپلو میشتو قوماندانانو او یو شمیر سرتیرو سره وکتل .نوموړي د هلمند هغې سیمې ته هم ورغی چیرته چې په دې ورستیو کې دوه ډنمارکي سرتیري وژل شوی وو.ډنمارک يو له هغو هیوادونو څخه دی چې د 780 تنو سرتیرو ډیره برخه ېې د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې ځای پر ځای دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "بس راځه چی له دی شره ځینی تیر شو سپین او تور خو د یو رنګ خبره ده � �ه هر څه به درته تیر شم خو دا واوره چی دا پښتو زما دی ننګ خبره ده خوب وړو باندی هر څوک ملنډی وهی دا استقلال خو د غورځنګ خبره ده د یار مینه می غیرت دی ای رقیبه دا زما او ستا د جنګ خبره ده ستا د غم دی هیرولو چل می نه زده دومره پوهیږم چی د بنګ خبره ده هسی ګرځوۍ په طبیبانو باندی د پردیس صرف دی غنم� �نګ خبره ده د اوکراین جمهوریت د ادیسه ښار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ټاکنو کې د فرهنګيانو رول باید څنګه وي؟", "output": "ډ ټاکنو له پيل نه پښتانه فرهنګيان وي� �ل شوي دي. ډېری یې ډاکټر اشرف غني او یو شمېر یې ولسمشر حامد کرزي او ميرويس ياسيني ته تبليغات کوي. دا نه ده معلومه چې دا کار به څومره د کانديدانو په ګټه وي، خو په دې کې شک نشته چې دا کار به په راتلونکي کې د ف� �هنګيانو تر منځ یو شمېر ستونزي او بي باوري رامنځ ته کړي. د دوی تر منځ به بي اتفاقي نوره هم زياته کړي او تر ډېره به فرهنګي غونډې د سیاست له اغېزه ډکي وي. په کار خو دا وه چې فرهنګيان د یو کانديد د حمايت پرځای د ملي یووالي په هڅو کې دخیل وای. د کانديدانو ترمنځ یې د یووالي هڅې کولای او هغوی یې ملي وجيبو ته متوجه کو� �ای. دا نن په انترنت یوه ليکنه خپره شوې ده چې فرهنګيانو د ډاکټر صیب اشرف غني سره کتلي او ملاتړ یې کوي. په هغوی کې د غټو څټو لکه کاروان صیب، شپون صیب، نثار صیب نومونه هم یاد شوي دي. د کرزي صیب سره هم د اسماعيل یون په شان درون فرهنګي هلې ځلې کوي. یو شمېر فرهنګيانو خو په ټاکنیزو کمپاينونو کې مسوليتونه هم په غاړه اخيستي دي. ذبیح الله احساس اشرف غني ته په شمالي ولايتونو کې رسمي کمپاين کوي.په کندهار کي هم ځینې ئې داشرف غني پر سرجنګیږي ، په انټرنټ مو په لندن کې د سوله مل شینواري نوم هم وليد چې اشرف غني ته کمپاين کوي. زما په اند فرهنګ له سياسته ډېر مقدس او پاک تخصص دی. زموږ فرهنګيان دا دنده لري چې د تشتت پر ځای د یووالي � �امل اوسي. دا نه چې سیاستمداران ترې د لنډو موخو دپاره ګټه واخلي. زه د ځينو فرهنګيانو احساس ته حیران یم چې څوم ره زر د سیاست قرباني کېږي، څومره زر د مصلحت قرباني کېږي!! زه حیران یم چې یون صیب څنګه د مارشال قسیم فهیم غوندې کس ته چې تل یې پسې ليکني کړي دي ودرېږي. زه حيران یم چې د اشرف غني صیب سره مل پښتانه فرهنګيان څنګه د حشمت غني په څنګ کې کار کوي او د هغه د شتون تحمل کوي. که په ټاکنو کې زموږ فرهنګي هڅو ته هر ډول زیان ورسېد، زم وږ همدا ښاغلي فرهنګيان به یې مسوليت په غاړه لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خېبر ته", "output": "خېبر ته خېبره ولی داسی غلی پروت ئی ؟ را معلوميږي چه غصه غصه ئي په ګدرو دې سور سالو نه ښکاري په مورچلو دې شنه ځمري نه ښکاري را معلوميږي د عجب په وير کې ځان ته د بل اتل خوبو نه وينې خېبره پاسه غلې مه پريوزه هغه شين سترګی د ډيورند ورثه هغه بد مخې شرميدلی دښمن نن د نړی داړه مارانو سره ستا د انګړ په دروازه ولاړ دي ښکلی منګلولی ئی د ناوې درته په وينو رنګړې د نکريزو په ځاې ښکلې پاپۍ ئی زولنه کړې ورته د پای زيبونو پر ځاې خېبره جګ کړه هيبتي غږونه ها د عمرو په خوب بیده پاسوه ها په بړستنو کې وراسته پاسوه بیا دې درو کې عجب خان ویښ کړه په دې شنو سترګو تور ماښام جوړکړه خېبره جیګي جیګي دا تقديرونه مات کړه ددې تورمخو تدبيرونه مات کړه انجینر عبدالخالق ساپی 2008-09-10 ویانا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناراضه ېاره", "output": "ناراضه ېاره دښکلوچم کی ېو مونږ، ښکلی په سترګک � �اغواړو که پری پوه نشی پوهولو ته کوتک راغواړو دغه سپين مخي ښايسته مخي به ډير ونازوو ځونذ� �انی ته ېی څو ستورې د فلک را غواړو مونږه په مېنه ېو لوې شوی ، مېنه ښه پېژنو قلم مو خوښ دی ،سوزولو ته ټوپک راغواړو ناراضه ېاره که رضا نشوی نو پوه شه پر دی چی د بنګال له ملاېانو نه کومک � �اغواړو مونږه جرګه ېو ورور ولی ده تل په مخ روان ېو هم به کابل هم قندهار هم به اټک راغواړو د تورو شپو دښمنه څه شوی، مونږ خو ستا دوستان ېو ستا ازانګی او ستا نسيم او ستا لمر څرک راغواړو شېرولې مخ د دی قبلی په لور راواړه وه اوس ستا چی وړی وړی سلګۍ شوی، ېار چټک را غوړو کابل پغم ان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل له پخواني پاچا سره مخه ښه وکړه", "output": "د افغانستان پخوانى پاچا اعليحضرت محمدظاهر � �اه د زمري پر دوهمه د شاندارو مراسمو په ترڅ کي خاورو ته وسپارل سو. د ملت بابا پرون سهار د ٩٣ کالو په عمر په کابل کي له نړۍ څخه وکوچېد، چي پر مړېنه يې د نړۍ د بېلا بېلو هيوادونو مشرانو خپله غمجني وښوده. د پخواني پاچا جنازې ته د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ مي� �يبنډ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز او د کورنيو چارو د وزير افتاب احمد شيرپاو تر څنګ د نړۍ د ځينو نورو هيوادونو مرستيال وزيران او استازي راغلي وه. د ملي دفاع وزارت ځانګړي قطعې د جنازۍ پر مهال په کابل کي خاص امنيتي تدابير نيولي وه، چي د کتونکو په وينا تر دې مهاله کابل هيڅکله د جنازې د دغسي شاندارو مراسمو شاهد نه و. د پاچا د جنازې لمونځ د حج او اقافو د وزير نعمت الله شهراني په امامت د کابل د عيدګاه په جامع جوم ات کي تر سره سو او مړى يې د مرنجان تپې پر سر د خپل پلار اعليحضرت محمدنادرشاه ترڅنګ د ځانګړو پوځي او مذهبي مراسمو له ترسره کولو وروسته خاورو وسپارل سو. د يادوني وړ ده چي د پاچا د مړيني له اع� �ان سره سم د افغانستان دولتي او شخصي راډيو ګانو او تلويزيونونو خپل عادي ورځني پروګرامونه بند کړي او د پاچا د اروا د خوښۍ دپاره يا خو د قرانکريم تلاوت او نعتيه کلامونه خپروي او يا هم د نوموړي د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو ځانګړي پروګرامونه نشروي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاچا پر مړېنه د درې ورځني ملي ماتم تر څنګ په ولايتونو او له هيواد څخه دباندي په ټولو افغاني سياسي نمايندګيو کي د فاتحې د مراسمو د ترسره کولو امر کړئ دئ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکرهڼې وزارت دامونيم نايتريت بديل ورکوي", "output": "دغه پريکړه وروسته له هغي وشوه کله چي ولسمشر حامد کرزي ديوه فرمان په ترڅ کې د توري سري يا امونيم نايتريت نه ګټه اخيستنه بنده کړه .نن په کابل کې د ۶وزارتونو چارواکو په يوه خبري غونډه کې دولسمشر په دغه فرمان تينګاروکړ او زياته يی کړه چي دوي به بزګرانو ته ددغه سري په بديل کې نوري سري دوي ته وويشي .ددغه چارواکو په وينا له دغه سري نه د چاوديدونکو توکو په جوړولو کې کاراخيستل کيږي او ترراتلونکو ۳مياشتو په لړکې به دغه سره له ټولو بزګرانو څخه راټوله شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دژیړۍ ولسوالۍ کې ایساف ١ پولیس وژلی او ٦ یې ټپي کړي", "output": "بېنوا ویبپاڼې ته دایساف سوله ساتو ځواکونو له لورې راغلې خبرپاڼه چې کټ مټ یې دبینوا لوستوالو ته پریږدو: د کندهار هوايي ډګر، افغانستان ( د اګست ٢٦ مه ٢٠٠٦ کال)- نن د کندهار په لويديځ امنيتي پوستې کې د ناټو آيساف د خپل د ځان د دساتنې په موخه د ډزو په ترڅ کې يوه تن مړ او شپږ تنه نور ټپيان شول. نن د ١٢ بجو او ٢٠ دقيقو په شاوخوا يوه لارۍ چې په وسلو سمبال شپږ تنه په کې سپاره وه، د آيساف يوې امنيتي پوستې ته چې د ژيړې په ولسوالي کې د پراخ جاري امنيتي عملياتو يوه ب� �خه ده، ورنږدې شوه. د ګواښ کوونکو ډزو او د لاس د اشارو نه وروسته دغه د نه پليټ لرونکې لارۍ له خوا چې په ډير چټکې سره رانيږدې کيده ، د ډزو سخت بريد وښودل شو. دايساف ځواکونو د خپل د ځان د ساتنې په موخه په لارې ډزي وکړي ترڅو ودريږي .د ډزو په ترڅ يوه تن په لارې کې سپور مړ او شپږ تنه سخت ټپيان شول. پيښې نه وروسته سمدستې د ا جوته شوه چې په لارې کې سپاره کسان د افغان د ملي امنيتي ځواکونوغړي وو. دغه غميزه پيښه به د افغان ملي پوليسو او دآيساف له خوا وڅيړل شې. ٤٠ دقيقې وروسته، په يو موټرسايکل سپاره دوه ملکي وګړي نوموړي ام نيتي پوستې ته په ډير چټکې سره را نيږدې شول. ټولې هڅې د موټرسايکل د دريدو په موخه ناکامې شوې او د هغه نه وروسته سرتيرو د خپل د ځان د ساتنې په موخه په ډزو لاس پورې کړل. د ډزو په ترڅ کې يو تن ټپي او بل هغه مهال ژوبل شو چې موټ� �سايکل د سړک څخه واوښت. آيساف ټپي شوي کسان د چورلکې په واسطه د کندهار په هوائي ډګرکې ګڼ مليتځه روغتون ته درملنې لپاره واستول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بارانونو په هند کې ٢٧ تنه ووژلي او ٥ نور ټپيان کړي دي", "output": "د هندوستان په تاميل نادوى ښار کې تېره ورځ سختو بارانونو د يوې کارخانې د سرحدي دېوال د رانړېدو لامل شو چې په ترڅ کې يې ٢٧ تنه ووژل او٥ نو� �ټپيان شول. د دغې پېښې ډېرۍ قربانيان د دغې ودانۍ د نږدې کارخانې کارکوونکي جوړوي. دغه پېښه د هندوستان په تاميل نادوي ښار کې د ډېرو سختو ورښتونو په بهير کې رامنځ ته شو. مسئولين وايي چې غه دېوال د سختو ورښتونو له امله او يا د ودانۍ د خراب کيفيت په ترڅ کې د دغ٧ې ودانۍ دېوال راونړېد خو تراوسه قضيه تر څېړنې لاندې دى. رانړېدلى ديوال له تېږو څخه جوړ شوى دى چې ٢٠ فيټه اوږدوالى لري. تر اوسه ١٦ مړي پېژندل شوي او خپلو ته يې وړکړل شوي دي. ټپيان د ښار په يوه روغتون کې د درملنې لاندې دي. د ودانيو پېښې لکه د دېوال رانړېدل تل په دغه هېواد کې رامنځ ته شوي او ه� �کال کې د دغه هېواد د زياتو وګړو ژوند اخلي. د تېرې فبرورۍ په نونسمه د هندوستان په ممبيې ښار کې د يوې کارخانې د دېوال د رانړېدو له امله زيات شمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. او په تېره مياشت کې هم د دغه هېواد په ګچرات ښار کې د يوه ښوونځي د ودانې د رالوېدو په ترڅ کې ١١ تنه ووژل او زيات شمېر نور ټپيان شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "روسيه بايد د افغانستان په جگړه كي شريكه شي", "output": "دا مطلب د واشنګټن ټايمز په يوه نوي خپره شوى ليكنه كي څيړل شوي دي , چى په افغانستان كي د ناتو او امركايي ځواكونوپه نظامي خوزښت كي دمقاومت په وړاندي بايد روسيى ځواك هم شريك شي ترڅونړيواله ټولنه د سختدريځو ډلو په ځپلو كي خپله موخه په چټكتا سره ترلاسه كړي شي . داسي ښكاري چي د اوسنيو يرغلګرو ځواكنومسير هم په افغانستان كي هغو پخوانيو يرغلګرو ځواكونوته ورته مسير دي چي د تاريخ په اوږدو كي افغانستان ورته د يرغلګرو په مقبره ستايل شوى او( افغانستان دوهم ويتنام ) هم بلل شوى , دا خو ټولي نړي ته څرګنده ده چي لوديځ د خپلو چګړيزو كومكونو په پايله كي چى د افغانستان له مجاهدينو سره يي وكړل وتوانيد چي افغانستان د روسانو مقبره وګرځوي او روسان په افغانستان كي د يوى څرګندى ماتى سره مخ كړي , اوروسانو له ديرو تلفاتو څخه وروسته افغانستان په ظاهري شكل لوديځ ته پريښود , خو له وتلو وړاندي يي د لوديځ څخه د خپلى څرګندى ماتى غچ اخيستل په سر كي ؤو , نو په افغانستان كي يى خپل لاسپوڅي وروزل , همداراز يى په نړيواله كچه د لوديځ د نظامي خوزښت په وړاندي دير موثره اوفعاله سياسي ټګلاره خپله كړله , چى په پايله كي يى لوديځ له كړاونو سره مخ شواو لوديځ دي ته اړ شو تر څو د روسان دير سياسي مصلحتونه د نړي په كچه چي له پامه غوځول شوي ؤ په پام كي ونيسي . اوس دا چى لوديځ په افغانستان كي له روسانو څخه كمك غواړي تر څو د افغانستان په سياسي كشاله كي چي دوي ورسره لاس ګريوان دي رول ولبوي د يو شميرسياستپوهانو په اند لوديځ غواړي له هغه دښمنى تګلارى څخه د روسيى په هكله لاس واخلي كوم چى مخكي لدي ورسره چلند كاوه او ورسره د يو پياوړي استراتيژيك شريك په توګه تعامل وكړي لوديځ په دي قناعت شوى چى دمسكو سره يوه استراتيژيكه مواجه او مقابله او يا په بل عبارت دمسكو سره جگړيز سياست هرو مرو ددي باعث گرځي تر څودغرب اجنډا په افغانستان كي د شنډيدو سرة مخ كړي نو ځكه بايد په غور سره وڅيړل شى چي له روسانو سره څه راز چلند او تګلاره موثره او ګټوره ده , كه چيرى موخه دا وى چى له روسانو سره د يوه پياوړى شريك په توګه چلند وشي نوبيا غرب بايد د روسانو هغه غوښتنى څي د ناتو د پيمان په هكله شوى وى له سره وڅيړي لكه چي روسان غوښتنه كوي , روسيه د اورپا د امنيتي سيستم د نويدو غوښتنه كوي چى مراد هم د ناتو پيمان دي , لوديځ (اوروپا )لا تر اوسه د روسيه منل په ناتو كي ځنډوي خو كيدي شي چى اوس لوديځ پدي هكله د روسيه په غوښتنوغوركړي وى, اودا هغه اساسي هدف دي چي روسيى غواړي د اوروپا په كچه يىترلاسه كړي . بعضي كتونكي پدي اند دي چي لوديځ په افغانستان كي خپله د جګرى پايله دروسانو سره شريك ول غواړي ځكه چى دوي پدي اند شوي دي چي په افغانستان كي خپله جګړيزه موخه نشي تر لاسه كولي نو غواړي يو ځل بيا روسان د افغانستان د جګړى ډګر ته راكاږي , تر څو وكولي شي لږ تر لږه هغه خنډونه چي روسيى دوي ته را برسيره كړي دي له منځه يوسي , خو لوديځ بايد هغه د وحشت او بربريت څخه ډكه دوره چي د افغانستان په سياسي اوجغرافيايى چابيريال كي روسانو تيره كړي هيره نكړي , په افغانستان كي داسي كور نشته چي د روسي وحشت او خونړى تګلارى نوي زيانمن كړي , هغه په وينو رسم شوي انځورد افغانانو په ذهن كي شته دي او په دومره ساده توګه هغه دبربادى دوره نشي هيرولي , دا سمه ده چي په نړيواله كچه روسان او دهغه لاسپوڅي د افغان ملت په وړاندي ونه درول شول تر څو د افغانستان د بربادى حساب وركړي , خو دا روښانه ده چي په افغانستان مينو افغانانو له روسانو سره مينه نده پيدا شوي چي د دوي دوباره راتګ به د نورو يرغلګرو په څير د افغانانوله سخت غبرګون سره مخ نشي , بلكه د يرغلګرو په وړاندى پاڅون به نور هم پياوړي كړي ځكه چي روسانوپه خپلواكى مين افغانانود سپيڅليو احساستو د وژلو كوښښ كړي دي ,او د افغانانو غبرګون ورته په ګوته شوي دي نو فكر نه كيږي چي روسان بيا افغانستان ته د راتللو جرات وكړي .دير كتونكي پدي اند دي چي لوديځ بايد د افغانستان په هكله د اوباما نوي استراتيژي چي د دولت له مخالفينو سره په خبرو ټينګار كوي پلي كړي او له جګړيزو تګلارو څخه لاس په سر شي , اود افغانستان سياسي سرنوشت په خپله افغانانو ته وسپاري , تر څو په افغانستان كي د يرغلګرو له مقبرى څخه ځان وژغوري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبشر د حقوقود څار ټولني پر افغان اولسمشر ږغ کړی", "output": "جلالزی = کابل د بشر د حقونو د څار سازمان په افغان ولسمشرږغ کړی تر څو د امریکا د ولسمشر په مرستیال دیکچینی زور واچوي خبري رسنۍ د (سم ظریفي) چه د بشر د حقونو د څار سازمان د اسیا د تحقیقاتي څانگي ډایرکتر دی له قول خبر ورکوي چه نوموړي ویلي له افغان ولسمشر حامد کرزي نه یې غوښتي تر څو افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د مرستیال په ر اتگ سره پده زور واچوي تر څو د بگرام او کندهار د امر یکایي اډو تر څنگ په هغو 20 تر 30 امریکایي عملیاتي مرکزونو کښي د افغان بندیانو په حالت کښي ښه والی راولي چه ورسره ناوړه چلند کیږي . ټاکل شوی چه ښاغلی چیني به نن د افغانستان پلازمینه کابل ته روارسیږي او د افغانستان د نوي پارلمان د استازو په لمړی غونډه کښي به د گڼو شمیرو نورو بهرنیو سفیرانو او استازو په څنگ کښي گډون وکړي . د نوي پارلمان د پرانستونکي غونډي نه یوه ورځ مخکي د پلازمیني کابل په سویل کښي چیرته چه د دارالمان ماڼۍ پرته ده سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او ماڼۍ ته په پراته سړک د شخصي موټرو په گرز را گرز بندیز لگیدلی .دی نوی پارلمان ته د سیاسی چارو د ماهرینو په وینا د ښځو تر څنگ گڼو شمیرو پخوانیو جنگ سالارانو او د طالبانو ځینی مشرانو لاره موندلې ده چه ځینی بایلونکو کاندیدانو بیا د پارلمان د پرانستونکي غونډي نه یوازي یوه ورځ مخکي دا پارلمان یو داره ماړ او دوه مخي پارلمان وباله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کړیدلی ولس او مست تلویزیونونه (د شاکري ليکنه)", "output": "افغان ولس چه تل یی د پردی دین او کلتور سره کلکه مبارزه کړی . ښکاره ده چه پر دغه ولس یواځی او یواځی قران حکومت کولای شی چه څو لسیزی ولاړاندی یی د روسی طا غوت پر ضد بی حده قربانی ورکړی . نو که دغه ولس پردی فرهنګ یا دین غوښتی نو بیا دومره قربانیو او دربدریو ته څه ضرورت وو.څرنګه چه دغه ولس د خپل محبوب دین ،نامس ،خاوری او فرهنګ د کلکی ساتنی او دفاع په لاره ټوکرټوکر په هر کلی کی د شهیدانو پاتی سپیره او پښولوڅی یتیمان ، څلورو دیوالو ته ناستی حیرانی ګنډی او حتی داسی مظلومی ښځی چه لاهم د ورک او نادرکه خاوند په تمه دی چه کله به راځی .دایوی خواته له بلی خوا بی علمی ،بی کاری او لورپه لور په نیمه ګیډه ګرځیدونکی حیران خلک .سره له دومره غمونو او ګړاونو زمونز تلویزیونونه د ددی ګړیدلی ولس لپاره څه خپروی.دوی ددی پرځای چه علمی ،اقتصادی ، زراعتی ، روغتیا یی او داسی نور ګټور معلومات ولاندی کړی د هغه پر ځای ذیات وخت سندرو ، هندی او نورو بی ګټی خارجی فلمونو ته ورکړی . خو د یادوونی وړده چه ځنی تیلویزیونونه یو څه ښه دی خو د طلوع تیلویزیون لا بل بل څه کوی .دغه تلویزیون ذیاتره وخت سندری هندی فلمونه او اوس یی لا بل پرمختګ کړی هغه دا چه د خنده بازار په نوم یو شیطا نی ورکشاپ پرانستی تر څو د مظلوم او بی سرپرته ولس څو ځوانان په د سره بی کاره کړی .بل دا چه د کورنی ژوند په نوم یو هندی فلم خپروی چه سړی ته دا پوښتنه پیداکوی چه ايا مونږ په اسلام کی د کورنی ژوند آداب نلرو آیا په افغانی کلتور کی د کورنی ژوند لپاره څه نلو حال داچه مونږ دهغه لوی خدای ج عبادت کونکی یو چه د زمکی او آسمانو او ټول عالم حقیقی سلطان دی او هندوان لا هم د غیوایی عبادت کوونکی دی ایا د غوایی د عبادت کوونکو څخه هم ادب زده کیږی ؟ نو لږ خو له خدایه وویریږی لږ زما د کړیدلی ولس حال ته هم وګوری که څه نشی ورکولای یا یی اوښکی نه شی پا کولای نو نورخو ضرر مه ورسوی . د هیوادوالو د دارینو د خوشحالی په هیله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هېواد ګاز اونفت هم هېواد بسي كولاى شي اوهم صاد...", "output": "د هېواد ګاز اونفت هم هېواد بسي كولاى شي اوهم صادرېداى شي افغانستان د طبيعي معدنونو له مخې ډېر غني هېواد دى، دغه هېواد په خپل زړه كې په پراخه پيمانه معدنونه لري خو له بده مرغه چې موږ د دريو لسيزو جګړو له امله ونشو كړاى چې له غوښتنو س� �ه سم خپل معدنونه وباسو، او ګټه ترې واخلو، د هېواد اوسنيو كړكېچونو ته په كتو سره بايد په اوس وخت كې د هېواد د ګاز او نفتو په اړه پوه شو چې په هېواد كې څومره د ګازو او نفتو ذخيرې لرو، په اوس وخت كې څومره كار پرې كېږي، او څ ومره يې ګټې اخيستنې ته چمتو شوې دي. دې پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره مو د معادنو له وزير ښاغلي محمد ابراهيم عادل او د نوموړي وزارت له معين ښاغلي ديپلوم انجينر محمد اكرم غياثي سره مركه كړې چې ستاسې پام ورته را اړوو. دا چې په اوس وخت كې د افغانستان د نفتو او ګازو د استخراج او كشفونې كارونه په كومه پيمانه كېږي؟ د معادنو وزير ښاغلى ابراهيم عادل وايي:((په پيل كې ويلاى شم چې تر اوسه پورې د افغانستان نفت، ګاز او هم دارنګه نور معادن په پوره ډول نه دي تثبيت شوي، د معدني جامدو موادو په برخه كې مو په سلو له ۵ څخه تر ۷ پورې م علومات تر لاسه كړي، او د نفتو او ګازو په برخه كې په سلو كې ۱۰ مالومات لرو. معدنونه ټول تر ځمكې لاندې دي چې د ايستلو او ګټې اخيستلو لپاره يې وخت، پيسو او كار ته اړتيا ده. روسانو چې د څلوېښتو كلونو په اوږدو كې د ګازو په برخه كې كار وكړ، يوازې يې د شبرغان، سرپل او جوزجان په يوه محدوده سيمه كې كار كړى، وروسته له هغى چې د دوى اكت� �افي كارونه نوي په پښو ودرېدل، په هېواد كې جګړې رامنځ ته شوې چې له بده مرغه هر څه له منځه لاړل. د نوموړو م تخصصينو د كار له امله موږ ۱۴۰ ميليارد متره مكعبه ګاز په جوزجان كې او د ۴۰ ميليون ټنه په اندازه تېل مو په س� �پل كې كشف كړل، چې د دې اندازې ګاز تر نيمايي ډېر مصرف شوى او اوس له ۴۰ څخه تر پنځوس ميليونه متر مكعبه پورې تثبيت شوى ګاز لرو، او تېل مو هېڅ نه دي مصرف شوي بلكې ټول شته دي، دا جيولوژيكي كشفونې دي دا چې څومره اندازه يې د ګټې وړ دي دا بيا بېله خبره ده، خو موږ د نفتو او ګازو په برخه كې ډېرې پراخې سيمې لرو چې تر اوسه پورې كار نه دى پرې شوى.)) دا چې په اوس وخت كې ولې د ګاز او نفتو د استخراج پروسه ورو پر مخ ځي؟ نوموړى په دې اړه وايي:((لږ اندازه توليد لرو چې د مزار د كود او برق فابريكه پرې چلوو، او يوه اندازه هم په جوزجان ګې په مصرف رسېږي، ځينې نور ګازونه چې لرو هغه تروه ګازونه دي چې تصفيه خانو ته اړتيا لري. موږ سږ كال په جوزجان كې دوه بلاكه ګاز او يو بلاك تېل داوطلبۍ ته وړاندې كړي، چې د روان كال د جدې په پاى كې به يې د داوطلبۍ عملي كار پيل شي.)) ددې لپاره چې موږ د خپل ګاز او تېل ګټې اخيستنې ته چمتو كړو نو بايد د استخراج په پروسه باندې يې كار وشي، دا چې موږ به څومره پانګې ته اړتيا ولرو؟ ښاغلى عادل راته وايي:((كه چېرې وغواړو چې نفت استخراج كړو بايد استخراجي څاګان ورته تيار كړو. دا چې څومره څاګانو ته اړتيا ده دا نه ده مالومه، وروسته بيا تصفيه خانو ته اړتيا لري، كه د نفتو او ګازو د ايستلو پروسې ته مراجعه وكړو، او د هغې مراحلو ته وګورو نو په لومړي قدم كې له ۵۰۰ ميليونو څخه تر يو م� �يارد ډالرو پورې پانګې ته اړتيا ده. او په دويم قدم كې كه چېرې نفت ډېر پيداكړو نو طبعا تر دې ډېرې پانګې ته اړتيا � �يدل كېږي.)) دا چې د كرزي دولت په دې اوو كلونو كې ولې ونه توانېد چې د نفتو او ګازو په برخه كې د پام وړ كار وكړي؟ نوموړى وايي:((په لومړي وخت كې چې د كرزي دولت راغلو ټول ملك قوماندان سالارۍ او پوسته خانو نيولى و، وروسته له دوو كلونو چې دا ستونزه يو څه اواره شوه، تر ۱۳۸۴ لمريز كال پورې تقريبا په ټولو ځايونو كې په خپل سر كيندنې او په خپل سر ايستنې روانې وې. په ۱۳۸۵ كال كې موږ ايله وتوانېدو چې په خپل سر كيندې او د خلكو له خوانه د خامو موادو ايستنې بندې كړو. بله دا چې كله چې د كرزي دولت راغلو موږ پانګه نه درلوده. دا چې تاسې واياست چې بهرني هېوادونه مرستې كوي، دا سمه ده خو هغوى خپلې مرستې بېرته د غيردولتي موسسو له لارې په مصرف رسوي.)) د نفتو او ګازو د استخراج په وخت كې بايد له مسلكي پلوه كار مخته يوړل شي كه چېرې ايستنه له مسلكي پلوه صورت ونه نيسي نو ذخيرې ته زيان اړوي، په دې اړه ښاغلي عادل داسې وويل:((د ګاز د استخراج كار داسې نه دى چې ووايو چې بايد دومره وباسو بلكې دا تر ذخيرې پورې اړه لري چې څومره ترې ايستلاى شو، موږ چې كله يوه د ۱۰ ميليونه تېلو ذخيره پيداكوو، لومړى دا مالوموو چې په دې كې څومره تېل د ګټې اخيستنې وړ دي. داسې خو نشو كولاى چې دا ۱۰ ميليونه ټنه ټول تېل وباسو. يو استخراجي رژيم ته اړتيا لرو. لږ او ډېر استخراج خپله ذخيرې ته ضرر لري. كله چې تېل او يا ګاز وباسو لومړى تصفيې ته اړتيا لري، داسې نه ده چې پرته له تصفيې پاك تېل راوباسو. تېل په ځمكه كې غليظ وي، اوبه ورسره ګډې وي، نور مواد ورسره وي. استخراج يوه تخنيكي موضوع ده، دا پروسه په تخنيك ولاړه ده، پرته له تخنيك څخه څوك تېل نه شي ايستلاى او نه هم پاك تېل پرته له تصفيه خانې څخه لاس ته راوړاى شو.)) دا چې كه د نفتو او ګازو د استخ� �اج پروسه خصوصي سكتور ته وركړل شي، څومره به د هېواد په ګټه وي؟ دې پوښتنې ته د معادنو ښاغلى وزير داسې ځواب وايي: ((خصوصي سكتور ډېره ګټه لري، ځكه چې نه موږ پيسې لرو، نه فني كسان لرو، او نه هم د كار تجربه لرو، له دې امله كله چې خپله پرې كار كوو بايد شل كاله كار وكړو تر څو تجربه او فني كسان پيداكړو، په ميليارډو ډالرو پيسو ته اړتيا لرو، څو برمه كاري او كشفونې وكړو. دا چې نه پيسې لرو، نه يې فن لرو او نه هم تجربه لرو نو بايد چې په اجا� �ه يې وركړو تر څو په سلو كې له ۵۰ څخه تر ۷۰ پورې يې ګټه خپله تر لاسه كړو او ۳۰ په سلو كې يې همغې كمپنۍ ته وركړو. وروسته له هغې چې پيسې، تجربه او فني كسان مو پيداكړل بيا كولاى شو پر نورو برخو يې په خپله كار كړو.)) دا چې په دولت كې رشوت او فساد وجود لري نو له همدې امله بايد د نفتو او ګازو د ايستلو پروسه خصوصي سكتور ته وركړل شي، ښاغلى عادل په دې اړه وايي:((دولتي كار د يوې كورنۍ په ډول نه دى چې پلار، زوى او لور ټول په ګډه سره كار مخته يوسي، له بده مرغه د دولت په كار كې ټنبلي ده، رشوت دى، اداري فساد، او نور ډول ډول كړكېچونه دي، نه يوازې زموږ په دولت كې دا ستونزې دي بلكې په هر دولت كې داسې ستونزې شته دي، په دولت كې چې كوم كار په يوه ورځ كې سرته رسېږي په � �سو ورځو كې يې كوي.)) په افغانستان كې په ټوليز ډول پنځه رسوبي حوزې لرو چې له دې ډلې څخه يې دوه په پوره ډول تثبيت شوې او درې نورې يې احتمالي دي، د معادنو د وزارت معين ښاغلي ديپلوم انجينر محمد اكرم غياثي په دې اړه داسې مالومات راكوي:((په ټوليز ډول ويلاى شو، چې په افغانستان كې د نفتو او ګازو په برخه كې پنځه رسوبي حوزې لرو. افغان تاجك، آمو دريا، د كټواز سروبي حوزه، د هرات حوزه او د هلمند رسوبي حوزې دي. د دې پنځو حوزو له ډلې څخه يې دوه حوزې افغان تاجك او آمو دريا تثبيت شوې دي، دا درې نورې حوزې كټواز، هرات او هلمند احتمالي حوزې دي، كوم د � �سوبي ډبرو علايم او جيولوژيكي طبقې چې په دې سيمو كې ليدل شوې، ورڅخه څرګندېږي چې دا سيمې نفت او ګاز لري. په شما� �ي سيمو كې چې كومې دوې تثبيت شوې حوزې دي، له پنځوسو كالو پر دې خوا كار پرې كېږي. په لومړيو كې امريكايي او سوېډني كمپنۍ وې، چې په تيت ډول يې په ځينو محدودو سيمو كې كار كړى، خو وروسته له ۱۳۳۶ لمريز كال څخه په سيستماتيك ډول ورباندې كار پيل شوى دى.)) په هېواد كې د خورا ډېر ګاز او ډېرو نفتو د شتون له احتمال سره سره هم موږ نه ګاز � �رو او نه هم تېل، نه هم په دې برخه كې د پام وړ كار شوى دى، يوازې د هېواد په سلو كې په لس برخه كې څېړنه شوې، په پاتې نوي سلنه برخه كې تر اوسه كومه څېړنه نه ده شوې، ښاغلى انجينر غياثي زياتوي:((هغو څېړنو ته په كتو سره چې د افغانستان په شمال كې يې صورت نيولى، د ۵۰۰ په شاوخوا كې د نفتو او ګازو د ذخيرو په ډول سازمانونه تثبيت شوي دي، مانا دا چې دا ۵۰۰ داسې ځايونه دي چې موږ كولاى شو هلته څېړنې او كشفونې وكړو، له دې ډلې څخه په ۶۷ ځايونو كې برمه كارۍ پيل شوې دي، چې په دې كې ۸ د ګازو او ۶ د نفتو او ګازو ذخيرې په فارياب، جوزجان او سرپل كې څرګندې شوې دي. دا ساختمانونه جيولوژيكي ساختمانونه دي چې د ځمكې په زړه كې ځاى لري او دا احتمال شته چې خالي اوبه وي او كېداى شي نفت او يا ګاز وي، مانا دا چې دا سيمې د نفتو او ګازو د ذخيرو په ډول پېژندل شوې دي. تر اوسه پورې د افغانستان په س� �و كې لس برخه كې څېړنه شوې ده او د هېواد په ۹۰ سلنه نوره برخه كې تر اوسه كومه څېړنه نه ده شوې. په هېواد كې چې دا ۸ د ګازو ذخيرې تثبيت شوې دي، د ۱۲۰ مليارد متره مكعبه ګازو ذخيره تثبيت شوې، تر ۱۳۶۷ لمريز كال پورې موږ پخواني � �وروي ته ګاز وركاوه خو كله چې د هغوى رژيم ختم شو، شوروي ته د ګاز د لېږد پروسه هم پاى ته ورسېده)) دا چې � �وسيې ته د ګازو د صادراتو يادونه وشوه، نوموړي صادرات څومره و او هېواد ته يې كلنى عايد څومره و؟ په دې اړه غياثي داسې وايي:((۲،۹ مليارد متر مكعبه ګاز په كال كې روسيې ته صادرېدو، خو دا چې په وروستيو كلونو كې په ذخي� �و كې ګاز لږ شوى و نو تر ۱،۲مليارد متره مكعبه ګاز ته راښكته شوى و، په هغې وخت كې د هېواد ۴۵ سلنه بوديجه د همدې ګاز له صادراتو پوره كېدله. يوه بله د پام وړ خبره دا ده چې د تركمنستان د پايپ لاين خبره چې غواړې د افغانستان � �ه لارې يې هند او پاكستان ته ولېږي نو افغانستان غواړي چې خپل ګاز هم په دې پايپ لاين كې صادر كړي. نو كه موږ وكو� �اى شول چې يوه اندازه ګاز ګټې اخيستنې ته چمتو كړو نو له همدې پايپ لاين له لارې يې هند او پاكستان ته صادرولاى � �و)) دا چې په اوس وخت كې له ګاز او نفتو څخه دولتي او يا ملكي خلك ګټه اخلي كه نه؟ نوموړى وايي: ((اوس چې كوم ګاز توليدېږي د مزارشريف د كود او برق فابريكي ته د كود او برېښنا د توليد لپاره وركول كېږي او همدارنګه د شبرغان يوې اندازې سيمې ته هم وركول كېږي چې هلته هم دولتي او هم ملكي خلك ورڅخه ګټه اخلي. د ګازو په دې ۸ ذخيرو كې چې ۱۲۰ مليارد متره مكعبه ګاز لري او تثبيت شوې دي، له دې ډلې څخه يې له دريو ذخيرو جرقدوق، يتيم تاق او خواجه ب� �ده څخه ګټه اخيستل شوې او د ګازو ايستل ترې پيل شوي دي، له خواجه برده څخه له ۱۳۴۶ لمريز كال او له جرقدوق څخه له ۱۳۵۸ لمريز كال او له يتيم تاق څخه هم له ۱۳۸۰ لمريز كال را په دې خوا د ګازو ايستل پيل شوي دي.)) د دې پوښتنې په ځواب كې، چې په اوس وخت كې د ګازو د ايستلو په پروسه باندې څوك كار كوي او د ورځې به څومره ګاز استخراج كړاى شي؟ ښاغلى غياثي زياتوي:((خپله زموږ انجينران د ګاز ايستنې بهير مخته وړي. پخوا چې كله د شوروي رژيم ح اكم و د هغوى انجينرانو هم په دې برخه كې كار كاوه، خو له كله چې هغوى تللي خپله زموږ متخصصين او انجينران په دې برخه كې كار كوي، چې اوس يې هم كار جريان لري او په اوس وخت كې په ورځني ډول لږ تر لږه ۳۶۰۰۰۰ او يا هم ۳۵۰۰۰۰ متر مكعبه ګاز ايستل كېږي. پر كوم ګاز چې زموږ متخصصين كار كوي دا د ميتان ګاز فيصدي ده، چې پرته له پايپ لاين څخه امكان نلري، دا چې موږ پايپ لاينونه نلرو، نو له دې امله نورو سميو ته ګاز نه شو وركولاى، يوازينى پايپ لاين چې لرو هغه له خواجه برده له ذخيرې يعنې له شبرغان څخه مزار شريف ته تللى چې د كود او برق فابريكه ورڅخه كار اخلي. م وږ نور پايپ لاينونه نه لرو له همدې امله مو د مزارشريف په خلكو هم د پايپ لاين د خرابوالي له امله ګاز بند كړى دى.)) كه چېرې خصوصي سكتور ته د ګاز ايستنې پروسه وركړل شي او هغوى په دې برخه كې پانګه اچونه وكړي. آيا نورو سيمو ته به هم ګاز وركړاى شو؟ نوموړى وايي:((كه چېرې دولت په پوره ډول كار وكړي، او يا هم خصوصي سكتور په دې ب� �خه كې مرسته وكړي، موږ كولاى شو، چې ټول هېواد ته ګاز وركړو په ځانګړې توګه شمالي ولايتونو ته چې ذخيرو ته ډېر � �نډ دي.)) دولت غواړي د نفتو او غازو ځينې بلاكونه خصوصي سكتور ته د داوطلبۍ لپاره وړاندې كړي، چې له ښاغلي انجينر غياثي څخه يې اورو:((فعلا او په دې اوو كلونو كې چې موږ كوم پلان لرو دادى چې موږ بايد د ګازو ځينې ب� �اكونه په داوطلبي وركړو، نوموړي بلاكونه په جوزجان كې د جنګل كلان او د جمعه باشكورد د معدنونو په نوم يادېږي او بل په سرپل ولايت كې د كشغري په نوم د نفتو معدن دى، چې د معادنو وزارت د ناروې د هېواد د متخصصينو په مرسته د دې دريو معدنو د داوطلبۍ اسناد بشپړ كړي دي. خداى(ج) ته هيله لرو چې د دې مياشتې(جدې) په پاى كې به داوطلبۍ ته وړاندې شي. خصوصي سكتور ته هم د د نفتو او ګازو (هايدروكابن) د قانون په اساس وركول كېږي، كېداى شي ډېر شركتونه او دو� �تونه دې داوطلبۍ ته علاقمندي وښيي، وروسته دوى خپل غوښتنليكونه موږ ته وړاندې كوي، او وروسته له ارزونې او د � �رايطو پوره په صورت كې به هغې كمپنۍ ته وركول كېږي چې د هېواد اقتصادي ګټه په كې وي.)) معدنونه له يو بل سره توپير لري په ټوليز ډول ويلاى شو چې د نفتو او ګازو د معدنونه تصفيه او كشفونه ډېرې لوړې پانګې ته اړتيا لري، نظر د معدنونو ذخيرو او د بلاكونو پراخوالي ته توپير لري، په دې اړه چې د معدنونو د استخراج په اړه مو څومره پانګې ته اړتيا ده، ښاغلى غياثي كومه څرګنده اندازه نه ښيي نوموړى وايي: ((معادن نظر په كتګوريو توپير لري، م انا دا چې نظر د معدن ارزښت ته توپير لري. د بېلګې په توګه مس، سره زر، نقره، نفت، ګاز او نور يو له بل سره ډېر توپير لري نو له همدې امله نشو كولاى چې ټوليزه پانګه يې وښودلاى شي.)) دا چې په اوس وخت كې خپل ګاز او تېل نه شو ايستلاى او ګاز او نفت له بهره واردوو، دا چې د هېواد څومره ملي پانګه به ورباندې لګېږي او په كومه اندازه يې واردوو؟ نوموړى داسې نظر لري:((د مايع ګازو او تېلو د وارداتو كار د سوداګرۍ وزارت اړوند دى، يوازې د هېواد د معدنونو كشفول، تثبيتول، او له هغې څخه ګټه اخيستل زموږ دنده ده.)) كه وكولاى شو په پوره ډول خپل ګاز او تېل وباسو آيا وبه كولاى شو ټول هېواد ته ګاز او تېل وركړو او دا چې موږ به نورو هېوادو ته هم صادرات ولرو ؟ نوم وړى په دې اړه وايي:((زه په صراحت درته ويلاى شم كه موږ وكولاى شو يوه اندازه نفت او ګاز په سم ډول استخراج كړو، او ګټې اخيستلو ته يې چمتو كړو، نه يوازې دا چې د ټول هېواد اړتيا به پوره كړاى شو بلكې وبه كولاى شو له هېواد څخه بهر يې هم صادر كړو.)) كومې ذخيرې چې كشف او تثبيت شوې دي، آيا اوس دولت كولاى شي په هغې ټولو سيمو كې كار وكړي، سره د دې چې په هېواد كې امنيتي ستونزې ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال كې دي؟ ښاغلى انجينر غياثي څ� �ګندوي:((موږ د هېواد په شمالي سيمو كې د امنيت له مخې هېڅ ستونزه نه لرو، موږ همدارنګه په هرات كې هم يو څه كار كړى چې هلته د احمد آباد په بلاك كې د نفتو د ذخيرو نښې څرګندې شوې دي. مخكې مو وويل چې موږ په پخوا وختونو كې په كټواز كې هم كار كړى دى، خو اوس په غربي او جنوبي سيمو كې يو څه ستونزې شته دي.))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "دلته بې مينې بې جانانه ژوندون نه تيريږي يوځلي راشه پرماګرانه ژوندون نه تيريږي په تصوركې ستا تصويرسترګوته راولمه اوښكې مې راشي ترګريوانه ژوندون نه تيريږي ستا په خاطرزه دتماموښكلوقدركوم دامې عادت دى له پخوانه ژوندونه نه تيريږي زما له ژوند سره همزولي غم نن داسې ويل اى ! واحدياره بې له تانه ژوندون نه تيريږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محمد البرادعي د سولي د نوبل جايزه و ګټله", "output": "د سږکال ( ۲۰۰۵ د نوبل دسولي جايزه د اتمي انرژۍ د نړيوال آژانس ددې آژانس مشر محمد البرادعي د ناروي په پلازمينه اوسلو کې دنوبل د جايزې کميټې نن د جمعي په ورځ د سږکال ۲۰۰۵ د نوبل دسولي جايزه د اتمي انرژۍ د نړيوال آژانس او ددې آژانس مشر محمد البرادعي ته د هغوی د زيار او هڅو په خاطر چې د ذروي وسلو د تهديدونو د پراختيا د مخنيوی او ددې وسلې نه د سوله ايزي کاروني په وجه يې تر سره کړ يدي هغوی ته ورکړه . محمد البرادعي چې يو ۶۲ کلن مصری ديپلومات دی د کال ۱۹۸۴ راهيسي د اټومي په نړيوال آژانس کې دکار سابقه لري او دا اته کاله کيږي چې ددې نړېوالي موسسې د مشر په توګه دنده اجراء کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر: د حامد کرزي د سپرلۍ الوتکه...", "output": "د افغان ولسمشر حامد کرزي د سپرلۍ الوتکه نن په سیمیز وخت دولس بجې ګاونډي ایران ته ورسیده. ټاکل شوي چې ولسمشر به په ایران کې په سیمیزه اقتصادي سرمشریزه کې ګډون وکړي. د تهران له مهرآباد هوايي ډګر څخه را رسیدلي رپوټونه واېې چې له کرزي س� �ه په دې سفر کې د هغه د کابیني ځیني کسان هم شامل دي. سیاسي شنونکي په دې باور دي چې کرزی به ایراني چا� �واکي دې ته قانع کړي چې د مارچ په ۳۱ نیټه هغه غونډه کې له امریکې سره په یو لړ مسایلو توافق وکړي چې د افغانستان په اړه جوړیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اې شمعې، يواځې ته مې پېژنې!", "output": "اې شمعې، يواځې ته مې پېژنې! درسته شپه مې په غم کې ويلې ويلې شوې. د تور تياره ژوندانه د رڼولو په خاطر مې د اورخوراک شوې. د سپېلني په څېر رانه � �وګی،لوګی شوې.ټوله اوښکه،اوښکه شوې.باالاخره په اوښکوکې دې نازولی ژوندهم له لاسه ورکړ.ګهيځ چې له خوبه راويښ شوم،په کوټه کې مې خوره وره پرته وې. ستا اوښکې مې چې وليدې نو مې پام، شو چې دا خو دې زما کوټه راچټله کړېده. نو ژر_ژر مې ستا کاڼى شوې اوښکې، چې زما د بقا لپا� �ه ستا له سپين ګلالي مخ نه رابهېدلې وې راټولې کړې او دزړه دقرارولو په خاطر مې د ډېران په منځ کې وغورځولې! نو،اې شمعې!يواځې ته يې!چې ماتر هر چا ښۀ پېژنې،چې زه څومره مطلب پرست،بې احساسه او بې وفاحيوان يم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څو سياسي خبري او . . . ( ٢٥مه برخه ) ولسي جرګه", "output": "غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ ولسي جرګه د قانون جوړوونکي ځواک په هکله په ( ۵ ) مخ کې څرګندونې شوي دي . دلته غواړم په ګران هیواد کې د اولسي جرګې د ستونزو په هکله خبرې وکړم . موږ د افغانستان په تاریخ کې د نورو دموکراتیکوهیوادونو په څېر اولسي جرګه نه درلوده . په هغو دموکراتیکو هیوادونو کې چې په پارلماني سیسټم اداره کیږي، پارلمان د ګوندي ازادو ټاکنو له لارې منځ ته راځي هر ګوند چې په ټاکنو کې اکثریت تر لاسه کړي هغه حکومت جوړوي چې د ډیرښت له کبله د قوانینو په تصویبولو او د نورو پرېکړو په هکله ډیرې ستونزې نه لري . که څه هم مخالف ګوندونه د ځنو پریکړو په سر ورسره مخالفت کوي خو څرنګه چې په پارلمان کې لږه کي وي د حکومت د وړاندیزونو مخه نه شي نیولی . موږ په افغانستان کې دا ډول اولسي جرګه نه درلوده. کله، کله مو په نادره توګه داسې اولسي جرګه درلوده چې ځنې غړي یې په اټکلي توګه په دموکراتیک ډول ټاکل شوي وو(۷مه، ۱۲مه او ۱۳مه ) موږ په هغه مهال هم ددې خبرې شاهدان وو چې حکومت له اولسي جرګې سره زیاتې ستونزې درلودې ؛ داسې چې اولسي جرګه د پراختیایې پلانونو او دملي ژوند پرمخبیولو کې خنډ وه اوپه ډول ډول پلمو یې د ورځنیو کارونو په مخ کې خنډونه رامنځ ته کول . چې له دې کبله به په هره تقنیني دوره کې څو حکومتونه تلل او را تلل . دا ځکه دا دخبرو اترو وړ یوه پوښتنه ده چې دا رنګه ولسي جرګه د هیواد د پرمختیا لامل کیږي اوکه د غړنتیا؟ کیدای شي چې دغه خبرې اترې داسې پرانېزو : داولسي جرګې ډیر غړي له کلیوالو سیمو (لویو ولسوالیو او ولسوالیو) څخه راځي،چیرته چې د ټاکنو مبارزه په دودیزه تو ګه دقومي مشرانوترمنځ کیده،دودیز ډول یې هم داسې و چې هر چا زیات لګښت کاوه، زیات پلویې ورکاوه، قومي مشران او ملایان یې په سوغاتونو خوشالول هغه په ټاکنو کې ګټونکی کیده . دا رنګه ګټونکي چې ډیر یې کم لوستي وو اوخپلې دندې یې ښې نه پېژندې اوخپلو خلکو ته یې د سیمه ییزو ستونزو د اوارولو لپاره زښتې ډیرې ژمنې وړکړي وې چې ځنې ژمنې یې د ډول، ډول علمي او اقتصادي لاملونو له کبله نه شوې تر سره کیدای ؛ کله چې اولسي جرګې ته راتلل زیات عقل ، فکر یې په دوو شیانو بوخت و چې څرنګه لګول شوي پیسې بېرته تر لاسه کړي او څنګه ورکړي ژمنې سر ته ورسوي . دا ځکه د اولسي جرګې ډیر غړي د خپلو دندو په ځای چې حکومت ته د رایې ورکول او د دوی د کړو وړو څارنه ده . د وړاندې شوو قوانینو، د تګ لارو،د پرمختیا او پراختیا، تولیدي، ودانولو، او د فرهنګي چارو د پلانونو، د دولتي بودجې او د پیسو د خپرولو څېړنه او تصویب او داسې نورې دندې یې په فکر کې اړینې نه ورګرځیدې، هره ورځ یې د خپلو بیپارانو له ډول، ډول غوښتن لیکونو څخه غېږ ډکه وه؛ له پخوانۍ ژمنې پرته به د هغه او دغه دفتر په دروازه ور ننه وتل چې په دې ډول یې هم خپل او هم د دولتي چارواکو وخت زیانمن کاوه . که چیرې ځنو لوړ پوړو چارواکو به د دوی ځانګړي او بې قانونه غوښتنې ونه منلې دوی به یې اړوندو جرګه ګیو ته ورغوښتل او له سپکو، سپورو ډک چلند به یې ورسره کاوه ، داخو لا څه کله، کله یې د اولسي جرګې تربیون هم د دوی په وړاندې کارولو. بله ستونزه دا وه چې د اولسي جرګې غړي ګوندیان نه وو چې حکومت د دوی له لارښود سره خبرې کړي وای . د اولسي جرګې ټول غړي تر دوو سوو زیات په خپل سر کسان وو چې هر یوه بې شمېره سیمه ییزې ، اړینې اوبې قانونه ځانګړي غوښتنې درلودې . څرنګه چې حکومت د اقتصادي او تخنیکي کمزورتیا له کبله او همدارنګه یې له قانوني چوکاټ څخه د باندې بې قانونه کارونه ؛ نه شوای کولی او د اولسي جرګې د ډیرو غړو په قانوني خبرو سر نه خلاصیدو ځکه به د دوی تر منځ همیشه د بز کشۍ لوبه دومره توده وه چې د دولتي کارونو د پرمختګ په ځای یې کارونه په ټپه درولي وو له دې کبله داسې اندیښنه شته چې که چیرې راتلونکي اولسي جرګه په ګوندي ډول رامنځ ته نه شي بیا هم ددارنګه ګډوډیو امکان لرې نه برېښي . ان چې کله،کله سړي ته داسې اریانوونکی شک هم ور پیدا کیږي چې که اولسي جرګه په ګوندي ډول د خپلواکو رایو پر بنسټ هم جوړه شي چې په خپله د ولسواکۍ ښکاره پدیده ده؛ ښایې د ځنو لاملونو له کبله لکه د اولسي جرګې په ۷مه، ۱۲مه او ۱۳مه دوره کې چې ځنې لاسپوڅي ګوډګیان د ولسواکۍ تر سیورې لاندې د ولسواکۍ له منځه وړلو څرګنده او انکار نه منونکي بیلګه ده؛ بیا د ولسواکۍ په وړاندې خنډ شي . همدا رنګه که چیرې اولسي جرګه د وروسته پاتې او د ولسواکۍ ضد کسانو په منګولو کې ولوېږي د دموکراتیکو قوانینو او پلانونو منل به له سختو خنډونو سره مخامخ شي داځکه اړینه ده چې راډیو، تلویزیون، ورځپاڼي، اوونیزې او مجلې په خپلو خپرونو کې خلک خپلو ملي ګټو او وطنپالنې ته و هڅوي . خبره داسې ده چې ولسواکۍ یو سیسټم دی، دا سیسټم باید په ټولو اقتصادي، سیاسي،ټولنیز، فرهنګي او نورو چارو کې واخښل شي . پر ټولو باندې واکمن او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له ارزښتونو سره سم د هیواد په ټول ملي ژوند کې د ولسواکۍ او دموکراتیک نظام پر پنسټ نظم پیدا کړي . د ولسواکۍ په نظام کې ډیر غوره کار ځانګړي ازادۍ ته درناوی او سر ټیټول دي یانې چې هر انسان د خپل ژوند د خوښولو داسې ازادي او واک ولري چې څرنګه کالي اغوندي، څنګه او څه ډول ډوډۍ خوري، کوم سیاسي نظر خوښوي او داسې نور . ښکاره ده چې د حالاتو په نظر کې نیولو سره د افغانستان د ژوندانه په ټولو چارو کې د ولسواکۍ سیسټم په بشپړه توګه پلي کول نه یوازې اسان کار نه دی بلکې په دې لاره کې دومره ډیرې ستونزې او لوړې، ژورې پرتې دي چې که په ورو ګامونه وانه خیستل شي ښایې دغه ولسواکي هم د تېرو ولسواکیو غوندې نه یوازې له خنډونو سره مخامخ شي بلکې بیا به مو هم ټولې لاس ته راوړنې د سترو غمیزو او ړنګو ویجاړو په خونړي سمندر کې لاهو شي . که چیرې په افغانستان کې یوازې په ازادودموکراتیکو ټاکنو او اولسي جرګې زړه خوشال کړواوداولسي جرګې پایله هم ددموکراتیکوارزښتونو او د ولسواکۍ پر بنسټ د دموکراتیک نظام د پرمختګونو په مخنیوي بدله شي نو ددغه ملي ستونزې د خبرې سر به تر کومه ورسیږي او دغه ستونزه به څرنګه اواره کړو؟ داډیره پېچلي پوښتنه ده چې ځواب به یې اوږد عملي کار، د اولسواکۍ په لوري تګ او د دموکراتیک نظام جوړول ورکړي . خو په جمهوري سیسټم کې چې ولسمشر په سیده ډول د ټولټاکنو له لارې ټاکل کیږي د ولسمشر په هکله د اولسي جرګې رایې اړینې نه دي خو اولسي جرګه حق لري چې حکومت ته د منلو او یا نه منلو رایې ورکړي او د دوی د کارونو څارنه وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خو زه بيچاره!؟؟؟", "output": "خو زه بيچاره!؟؟؟د ډم ( سلماني) نه پوښتنه وشوه:- ستا او ډاکټر تر مينځ توپير په څه کې دی؟هغه وويل:- هيڅ، دواړه سپيني چپني اغوندو، دواړه د دوکان د خلاصيدو اجازهلرو ،دواړه له جارحه وسلو څخه کار اخيستلای شو ،دواړه تر سلو افغانيو) زيات فيس اخلو.....خو زه بيچاره!؟؟؟هو! خو زه بيچاره د مشتري د وژولو حق نه لرم او هغه يې لری (په افسوس او ډير اسکيرلي ږغ )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوباما کاکا پام!!!", "output": "اوباما کاکا پام!!! په دې وروستیوکې دامریکې یوې وتلې ورځ پاڼې واشنګټن پست لیکلي چې دامریکې نوی ټاکل شوی ولسمشر باراک اوباما په پام کې لري چې دافغانستان موضوع ته سیم ه ییز بڼه ورکړي، په دې مانا چې دافغانستان په چاروکې دې ددغه هېوادهغو بدنیته ګاونډیانولاسوهنې ته قانوني بڼه ورکړي که څه ډول؟ دهغه داخبره دې په ګل بدله وي داځکه چې افغانستان خودخپلودغوګاونډیوپه تېره ایران اوپاکستان له لاسه تردغه حالت پورې راسېدلی دی نوبیااوباماکاکا څه ډول پردوی افغانستان ته سم سمکی راولي ؟ دابه � �ېره احمقانه وي چې اوباماکاکادې هم دبوش آکا په شان وینې اوپیسې دامریکایانوتویه کړي اوګټې ایرانیان وکړي. په دې سره سړي ته دپېښور وتلي ټوکمارمیرآووس ټوکه وریادېږي . وایي کله چې پاچاخان وفات شونودپېښو� �په ښار کې هغه چوک چې چرګان ورکې پلورل کېدل اوهلته به حلالېدل هم نوځکه خودچرګانوچوک په نوم یادېده، بیاو� �وسته دپاچاخان چوک په نوم ونومول شو،نومیرآووس وویل :عجیبه بې انصافي ده چې وینې پرې چرګانوتویه کړې اوچوک دباچان شو. ټیک همدسې وشو: په افغانستان کې دطالبانواوپه عراق کې دصدام حُسین واکمني امریکایانوړنګې کړي اوګټه ایران ته ورسېده. دځینوشمېرنوله مخې کله چې دامریکې په غبرګونو برجونو دالوتکوځان مرګه بریدونه وشول او امریکې یې پړه پربن لادن ورواچوله اوورسره جوخت یې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې یابن لادن راکړۍ اویانوځانونه ب – ۵۲ ته ټینګ کړۍ! سره له دې چې دنړیوالواړیکوقوانینوله مخې داهم دسوچ وړخبره ده چې یوهېوادداحق لري چې دیوه سړي له پاره دیوه هېوادبرخلیک په اړه پریکړه اوهلته حکومت ړنګ اوپه خپله خوښه حکومت جوړکړي ؟ هغه دچارخبره دیوې سبګې له پاره ټول پوستین پراورواړوي، خودوی داکارهم وکړ او زورورته څوک ویلی شي چې ...دې پټه کړه. امریکايي ځواکونوپه ډېره لږموده کې طالبان پسې واخیستل اوسولې ته تږوافغانانوهم په دې هیله چې څه ناڅه دآرامې سا واخلي داهرڅه په چوپه خوله وزغمل. په دې سره امریکایانواوپه تېره ولس مشربوش ډېر غره اوپرته له دې چې په افغانستان کې دده په وینا دترهګرئ په وړاندې مبارزه پای ته ورسوي ، دخلکوپ� �ټپونوپټۍ کېږدي چې له اوږدوکلونوورڅخه کړېدلي وواوکه سپینه ووایم هغه جګړه هم افغانانودلودیځ والودګټې له پا� �ه کې اوسلګونه زره بچیان یې قرباني کړي ووخوبوش صایب داهرڅه هېراو مخامخ عراق ته منډه کړه اوهلته یې تش په دې خبره چې صدام حُسین غواړي اټومي وسله جوړه کړي دهغه حکومت چې لږترلږه که دوسلې پرزور هم ؤ،عراق یوموټی ساتلی � �، دهغه حکومت راوپرځاوه اودادی تردغه مهاله هم داټومی وسلوڅرک ونه لګېده .خوکه اوس وګورئ چې عراق څوټوټې دی اوهلته دترډېره دواشنګټن اراده واکمنه ده که دتهران؟ له ۲۰۰۱ کال راهېسې دځینوشمېرنوله مخې په عراق او افغانستان کې شاوخوا۴۵۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي چې له هغې جملې څه باندې ۴۰۰۰ یې په عراق اوشاوخوا۴۰۰ نوریې په افغانستان کې له منځه تللي دي، خودارسمي شمېرې دي ښايي نارسمي شمېرې تردې هم زیاتې وي داځکه چې ویل کېږي دامریکې په پوځ کې ډېربې موراوپلاره اوآن بې وطنه کسان شته چې څوک یې پرمړینې چندان نه خبرېږي اوکله ناکله خو ددوی له چال چ� �ندڅخه هم ښکاري چې نه خو داوسني مدني ژوندسره برابرې دي اوبله داچې وايي نن په پلاني ځای کې ددومره بهرني سرتې� �ي ووژل شول خوددوی هویت اومیلیت په اړه څه نه دي ویل شوي. همداډول په همدې موده کې دامریکې پوځي بودیجه ۸۸۰ میلیارده ډالره ښودل شوې چې ۸۰۰ یې دعراق او۸۰ میلیارده نوره یې په افغانستان کې لګېدلې ده. داچې څومره په نړیواله کچه دامریکې اعتبارته زیان رسېدلی پرهغه ترهرچاپه خپله امریکايي چارواکي ښه پوهېږي اودامریکې دبهرنیوچارویوې پخوانۍوزیرې مادلن آلبرایت باراک اوباماته په خپل لیک کې ترټولوپردې ټکی ډېر ټینګا� �کړی ؤچې په نړیواله کچه دامریکې له لاسه تللی حیثیت بیرته راوژوندی کړی . وګورئ کله چې ایران په عراق کې دامریکایانو ترپښو لاندې مځکه سره تبۍ ګرځولې وه اودایران لاسوهنې په اړه د امریکایانوکوکارې ترآسمانه رسېدې خودعراق لومړي وزیر شیعه المالکي به ویل چې دوی په خپل هېوادکې دایران لاسوهنې په اړه لاسوند نه دی موندلی داځکه چې دصدام حُسین له ماتې پرعراق شیعه ګان واکمن شول چې کله به هم امریکا له ایران سره برابرنه کړي.ددوی قب� �ه به تل دواشنګټن پرځای دهغه دښمن تهران وي. دغه راز، په افغانستان کې دطالبانواداره امریکانوړنګه کړه خوډېره ګټه ایران وکړه اواصلي واک ایران پلوډلوټپلوته په لاس ورغی.په دولت کې ستره ونډه دایران شوه، آن هغه � �سنۍلکه دطلوع تلویزیون چې د امریکې په مالي مرسته خپرونې کوي خوترډېره دایران ډول ته ګډېږي. ایران دافغانستان په چاروکې تربل هرچابر لاسی دی خوپه دې هم بسنه نه کوي اوطالبانوته هم دامریکې پرضدجګړه کې وسلې ورکوي ددې خب� �پخلی په خپله طالبانواوامریکایي چارواکوهم کړی دی،خودافغان دولت تنستې دومره په ایراني تارونواوبدل شوي چې ولس مشرکرزی آن په دې هکله خوله هم نه شي چوله کولی. دغه حالت یوازې اویوازې امریکایانوپه خپلوبې خرته کړنوچې پایلوته یې پام نه ؤ ، راووستلی دی. نواس اوباما کاکاپام کوه چې بیا په لوی لاس هرڅه دایران په توبره کې وانه چوې تاته ډېره مناسبه لارهماغه دامریکې یوه وتلي جمهوررئس روزولت لارښوونه ده چې ویل یې موږ له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړوخوسوټی له لاسه نه غورځوو په دې ماناکه ګاونډیان خپل حد ونه پېژني نوبیایې دسوټي په زور لارې ته راولونوتاته به هم غوره داوي چې په افغانستان کې خپلې کړنې سمې اولاسوهونکوته داوښیې چې که پرلا� �سم لاړ نه شي نودسوټي په زوربه یې پرلاره سیخ کړي. اوباماکاکا دې خپل غوږنه پردې موضوع ښه خلاص کړي چې ایران دروسیې په ټونګ دې ته کلکه ملاتړلې چې امریکې ته به کله هم داوموقع ورنه کړي چې په دغه سیمه کې خپلوموخوته ورسېږي. روسیه غواړي له امریکې څخه په افغانستان کې دخپلې ماتې غچ واخلي اودغه راز، دې به هیڅوخت چمتونه شی چې دم نځنۍآسیاپه پولوکې چې خپل میراث یې ګني دناټوځواکونه وزغمي. خودپام وړخبره داده چې یوځل انګریزانوداوطن ټوټه ټوټه کړ نوکه افغانان په خپله لارې ته رانه شي اودخپل وطن برخلیک په اړه دمسولیت احساس ونه کړي نونه اوباما اونه بل څوک زموږ پروالري هرډول چې یې خوښه وي هغسې کوي. دوی یوازې خپله ګټه غواړي اوبس زمااوستادوطن هیڅ پروا نه هم نه لري. دبینواوبپاڼې درنوچلوونکو! په بښنې سره چې په کمپیوټرکې ستونزه وه نوځکه خومې څوځلې هڅه وکړه دغه لیکنه درولېږم."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکابل امنیت دشپی پیرانان ساتي !", "output": "دوې هفتی وړاندې ناوخته تقریبا دشپي دولس بجي راته تلفون راغلې دخوبه ېې راویښ کړم چي یونږدې خپل مي ډیرسخت ناروغ دﺉ . زما اودهغه موقعیت یوه اندازه لیري ؤ . یومیلمه مي درلودي چي هغه دظاهرشاه اوسردارداودخان په وخت کی دپولیسویوصاحب منصب ؤ اوډیرباتجربه کس ؤ اوس تقاعد سوې دﺉ.هغه هم په تلفون راویښ شواوپوښتنه يي رانه وکړه چي خیرت دﺉ :؟ ماورته جریان ووایه مادتلوتکل وکړﺉ هغه راسره راووتی ویل زه هم درسره ځم . ماورته وویل خیردي ته ارام وکړه زه یوازي هم تلاي سم خوهغه ټنګاروکړي دباندي راووتوموټرموچالان کړي اودکارته نوخواته موحرکت وکړي . داتشویش راسره دي چي ناوخته دې ممکین په لاره کی مودپولیسوګزمي اونورامنیتی کسان وځنډوي . ناروغ ته به ژرونه رسیږو : په دغه خبروسره اخته یو زماملګري واېې نن اوپرون ځان وژونکی حملی ندې سوې پولس سره امرانوډیرارام یانشه دی یاویده دې غم مه کوه په هرحال راووتواوحرکت مووکړي . کله چي دعبدالحق څلورلارې ته ورسیدوهلته رنجرموټرولاړؤ پولیس دهغه په سیټانواودښی لاس خواته کانتنرکی ښه په خواږه خوب ویده وه ، یوه تن یوازي زموږ دموټرته ترکړکی وکتل هغه هم دخوبه ؤڅه یی ونه ویل موږتیرسو . دزړومکرویانوپرلارکارته نوته ورسیدو هیچا زموږ نه پوښتنه ونکړه چي تاسي چیري ځې تذکره لري که نه ؟ دکوم ځای یاست ؟ څه کاره یاست ؟ موږډیرژرترناروغه ورسیدو. مریض مودکوره راواخیست لومړﺉ دسیاوش کلینک ته راغلو هغه تړلﺉ ؤ . وروسته دبالاحصارنه لاندي پرنوي سرک ددارالامان خواته ولاړو ترکیوروغتون پوري چي په دالامان کی ده دکابل پرسرکانوسپوکزمه کوله دپولیس سایه هم ونه لیده .هلته چي ولاړو په دروازه کي ېې جواب راکړي چي دامهال زموږمهم ډاکتران په روغتون کي نسته چي ستاسې مریض وګورې . بیرته موددهمزنګ خواته حرکت راوکړې داوخت دشپي یوه بجه وه . کله چي دمحسني ترمدرسی راتیرسوملګري راته وویل چي په خوشحال خان کی یوروغتون دﺉ چي دهندوستان دسکاټ شفاخاني سره اړیکي لري کیداې هلته کوم ډاکتروي . نودکارته سه په سرک پول سوخته خواته وګرځیدو . ددریمی کارتي دپولیسوماموریت مخ ته تیرسوهیځ پولیس موحتی دماموریت په دروازه کي هم ونه لیدﺉ . دروازه هم نه وه تړلې . ملګري راته وویل چي دپولیسوماموریت ته دی پام سته؟ دروازه کي یی هم پیره دارنسته اوس که ځوک ورننوزې شاید يومسلح کس ټول پوليس له منځه یوسي . په هرحال دده بورې دچوک دلاري کوټه سنګي ته ووتو. په خوشحال خان کي هغه کلینک ته ورغلو هلته ېې هم چا اجازه رانکړه ول داکتران دامها ل نه وې .ملګرې ته مي وویل چي لومړې به دده افغانانودرملتونوته ولاړسوکه یوه ددرد پیچکارې به دیوه نوکرې وال درملتونه نه راسره واخلواویابه یی هلته ورته تطبیق دناروغ دردبه ترهغوچی روغتون ته یی رسوو لږ به ارام وي . دباغ بالادلارې دامینه قوماندانی جنوبی دروازې مخ خواته راتیرسو هیځ امنیتي ځوک موونه لیدې همدا سې دسیرنا هوټل دغربی دروازې له لارې دښاروالي ترمخ راتیرسو کله چي ګلبهارسنترمخ ته راغلوهلته یو پولیس اویو عسکرې ټانګ ولاړؤ .یوه پولیس دموټر دمخ سیټ ته سرراښکاره کړې اووې ویل پردې لاره اجازه نسته زماملګرې ورته زه وریاد کړم چي دادکرزې صاحب مشاوردی او دجیبه یی یوکاغدورته راوایستی چی کاغد یی ورښکاره کړې عسکراشاره وکړه چي ورځې . ما فکروکړې چي دازما دملګرې سره کوم دولتې یا دارګ ته دورتلوکارت ؤ دملګرې نه می پوښتنه وکړه چي داڅ شی کارت ؤچی دي عسکرموږته اجازه راکړه ؟ اوزه نه دکرزې صاحب هغه جواب راکړي چي داکارت نه ؤ دریشی مي خوشکه شویی ته دمنځلودپاره ورکړیوه دهغه رسید ؤ ډیرموورته وخندل ، موږ چی تیرسو درې توری شیشی لنډکوزرموتران پرله پیسی وه په ډیرچټکیتاپه موږپیسی راغله اودرې واړه مسلح وه داسی معلومیده چي یا غله دې یاد ګزمی لوړبوړي صاحب منصبان دې اویا ډیرنشه دې ماملګرې ته وویل چی لارورکوه چی داغله نه وې هغوي چي ترموږتیرسوه زما ملګرې وپیژندل اوماته ېې وویل داپلانکی جهادې مشردساختمانی شرکت یوايرانی سکرتردې چي دطلاې شهرک یوجرمنی مالک ېې ځوکاله مخکی ځوواره وډاباوه اوویراوه اوبیا داښارکوټی ده اودپلانکی رهیرزوې سره خرځ کړې کله چي دهغه نوم رایادکړې چي پلانکی نومیږې نومادهغه داستانونه دخلګواوریدلې وه چي دی په کوم هنردخلګونه پردوهم اودریم لاس دپروژود خرځولوترنامه لاندې خلګونه پیسی و اخلی اوپه بندولوکی ځومره مهارت لرې اودهغه دطلایی شهرک داستان چي دوې په کوم هنرهغه جرمنی چي( )نومیدی ورک کړې اودهغه سرمایه یی ځنګه نوش وجان کړه . ماویل ملګرې ته وویل چي داپردې کس په دې شپه اوپه دومره دبدبه په دي حساسوشرایطوکی ګرزې راګرزې نودلته به څتکه امینت راسې . زما ملګرې په دې چي دکورینوچارووزارت پخوانی صاحب منصب ؤ اوهلته تګ راتګ اودوستان لرې په ډیرومسایلوخبرؤماته یی وویل چي دې دانه تذکره لرې اونه پاسپورت نه ددې ځای دې خوچی اوس ماوتا دوادړه دلته ژوند ښخ کی دپوښتنی څوک ولاکه پیداکړو. داهرڅه کولاې سی په دې داتمرصاحب زورهم نه رسیږې توبه می وکښه چي ښه سو چي ترموږتیرسو.کله چي وزیراکبرخان ته راغلو . دوزیراکبرخان روغتون دروازې هم اجازه رانکړه . اخره موفیصله پردې وکړه چي دامریض به په دریم مکرویانوکی شنوزاده کلنبک ته یوسو . ترڅوهلته موراوړي . کله چي مومریض هلته بسترکړې . ماملګر ی ته وویل چي ترسهاره یی دلته وساته په دې کلنیک کی ټول درمل جعلې دې سهاربه ناروغ یاپښاورته ولیږو اویابه په تایمنی کی هغه دهندوانوکلنبک ته بوزو . خوپه هرحا ل دسهار تراذان پورې دخپل ناروغ سره ناست ؤبالاخره زه اوملګری دواړه راووتو ناروغ لږ ارام ؤ غوښتل موچي لمونځ اواودس وکړوڅنګه چي ډیروختي ؤ همداسی ددریم اوڅلورم مکرویانوپرسرک دلمرخواته راروان سو . یخنی وه خوځانونه موپیچلي وه زما ملګرې یوبلاک راوښودﺉ اوراته ووی ویل چي په دغه بلاک کې دکورینوچاروزارت دامنیتی مرستیال کوردﺉ . دبلاک په سرکی کانتینرونه پراته وه خوپولیس ېې ټول ویده وه ماته هغه متل په یاد راغلي واېې ( چی خاوند یی خوبونه کوی ګامیښي به ېې نرکوټي زیږوې ) . دچي امنیتی مرستیال پیره داران ویده دسرک دغاړې دابه خوباید دورځې هم ویده وې همداسی ورورو دحاجی قدیرلیسی جنوب خواته دیوه وړوکی پارک خواته ولاړو دحاجی قدیردلیسی دلویزخواته هلته دڅوجنرالانوکورونه وه چي یویی دکورینوچارودوزیرخپل ؤ دهغه دبلاک مخ اوشاته دپولیسو غرفی وې دټولو غرفوپولیسان ویده وه . داوخت دسهار دلمانځه وخت سودشنوزاده کلینک ځنګ ته نږدې مسجد ته راروان و . مادخپل ملګرې نه پوښتنه وکړه چي دادکابل امینت ځوک ساتی ماوتا دکابل درې برخی ولیدې دوه پولیسان موولید ل په داسې حال کی چی هرورځ ځان وژونکی حملې کیږې ، خلګ تښتول کیږې ، غلاوې کیږې ، وزارتونه ترحملولاندې راځې ته پولیس ېې داکابل ځوک ساتی . ؟ (هغه وخندل اوراته ووی ویل چي دورځې یی رشوت خواران ساتی اودشپی یی پیرانان ) ملګري راته وویل چي دخدای فضل دي چي نن یاپرون ځان وژونکی حمله نده سوې که نه دغه دوپولیسانوبه رانه پنځه زره افغانی اخیستی وای . بیا ماپوښتنه ترې وکړه چی دسردارداؤدخان اوهمدارنګه دظاهرشاه په وخت کی هم داسېغفلت ؤ ؟هغه ویل ګوره هغه وخت کی پرهربازار دوه کسه دیو ی خوا اودوه دبلې خوا مسلح ټوله شپه تله راتله اوهرپولیس دشپی یوساعت پیره درلوده اودنورکریوالانو صاحب منصبانولخوابه ټوله شپه منظمي کزمی کیدې که به یوپولیس یاعسکرپرپیره ویده ؤ یوکال يې ترخیځ ځنډیدی اوڅوورځی به بندی ؤ په کزموپیسی به امینه قوماندان اوپه هغه پسی به دکورینوچاروزیرراوتی اوهره شپه به یی کتل چي نوکریوالان اوپولیس پرخپلودندوحاضردی اوکه نه ؟ اوهرسهاربه دټولوراپورنه کتل کیده داوس نه پولس پولیس دې اونه صحب منصبان هسی نومونه ېې دپولیسودې په داسې حال کی چي زموږپولیسو تنخواهم نه درلوده یوازې دوطن خدمت ته به دوه کاله په میړانه ولاړوه اکه اوس ورته ووایی چي ولې ویده وې سهارواېې زه داکارنه کوم اذادبازاراودیموکراسی ده وایی زه دکارنه کوم . دورځی هم دڅه پیدادپاره راوزې که داپیدا وارنه وې دابه ددورځې هم یوونه وینې زموږپه وخت کی برهرچو ک به دتذکرې پوښتنه کیده پوښتنه کیده . ځوک یی چیرې ځی چي تریوه کزمه به تیرسو بلې به راوګرځاوه اوپوښتنه به یی تری کوله که به درواغ ویلې وه دسی به راګرځاوه اوس خوچي نن ځان وژونکی حمله وسې دشبي ترلسوبجوپورې لایوونیم ګرزي راګرزې . په نوروورځوکی داسی حال وې لکه دانن . هغه وویل چي ځان وژونکي حملې والاخوپیرانان نه دې چي ځوک یی نه وینې . دهمدې ورستي اداری له غفلته ګټه اخلې . وسلام"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بلوچستان ایالت کي ۳ لاشونه وه موندل شول", "output": "تېره شپه د بلوچستان ایالت په تربت سيمه كې د پوليسو د ګزمې پر مهال پاكستاني پوليسو درې تنه چې سرونه يې غوځ كړل شوي وو وموندل . د بې س� �ه لاشونو له موندلو سره سم دغه مړي د تربت وه ملكي روغتون ته ولېږدول شول چې هلته بيا په پېژندلو وروسته د بلوڅو ملتپال مشران وښودل شول . ويل كېږي چې دغه كسان تېره شپه د تربت ځايي پوليسو د خپلې ګزمې پر مهال د تربت په پيدا رك سيمه كې موندلي دي د مالوماتو له مخې په وژل شويو كسانو كې دوه تنه د بلوڅ ملت پاله نيشل ګوندلوړ پوړي چارواكي او يو يې دبلوڅ ريپبليكن ډلې مشر دى . د وژل شويو كسانو نومونه غلام محمد بلوڅ او لالا منير بلوڅ چې د نیشنل ګوند غړي دي او شېر محمد بلوڅ د بلوڅ ليبريشن ډلې غړى دی . د يادو شويو كسانو د وژل كېدو له امله نن د بلوچستان ټول ښارونه د كويټې په ګډون تړلي پاتې دي او بلي خوا ته د بلوڅ لوستونکو ټولو ډلو د کوټي په تعلیمي ادارو کي د بند اعلان کړی دی . او ویل � �وي دي چي د کوټي پوهنتون ده دریو ورځو له پاره د مکمل بند اعلان کړی او په پوهنتون کي چي کومي آزمویني پیل وې د پاتو پرچو آزموینو نیټه یې هم پر شا کړې دي . بله ټولو سیاسي ګوندونو پر دې واقعه د خپل جانبه په ټینګه غندنه کړې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سلام فرهنګي ټولني له خوا دخواخوږۍ پيغام", "output": "په ډيري خواشنۍ خبرشولو چې د پښتون اولس زړه سوانده مشر ، د لر و برو پښتنو نامتو سياستوال ، د پښتون قام د وياړ شمله اود پښتنې مبارزې کورنۍ يو بل سر لارۍ خان عبدالولي خان له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې . انا الله انا اليه راجعون سلام فرهنګي ټولنه او پلويان يې دټولو پښتونو ورڼوخوېندو سره په دې ستر غم او ناورين کي ځان شريک ګڼي او د لوی او مهربان څښتن تعالی ( ج ) څخه د مرحوم بابا عبدالولي خان د سپيڅلي روح لپاره د فردوس جنت دعا کوي ، کورنۍ ، دوستانواو ټول پښتون ټبر ته د دې نازل شوي غم د زغم هيله کوي . لویۍ څښتن دي جنتونه ور په برخه کړي ، امين يا رب العالمين د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب پوهنوال رسول باورينيدرلند، اسن ،٢٠٠٦\\٠١\\٢٦"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "هيڅ پو نشــــــوم دادژوند مــــعا څه دهريشتيا وايــــــم ګناه څه ده تقـــواڅه ده دادنــــــــيا په منافــــــع ده نور څه نشتهيو تربله جفــــــــا څه ده وفــــــــا څه ده انسان يو ده فـــــــرق صرف په عمل کيتور څه ده سپـــــين څه ده دا هغه څه ده داجنګــــــونه جنجــــالونه تــــــــول څه ديزياــادڅــــه دي کم څه دي ښــــــــــکلا ده هرڅه خدايجهســــــــت کري دعبرت تهتيـــــــــرڅــــــه شول نن څه ده سـبا څه ده په ژونــــــــدون خوبا ورنشته تول پوهــــــيږيچه عمل ورباندي نشي پيکي تشه وينا څه ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د رومانيا ولسمشر له افغانستان څخه ليدنه وکړه.", "output": "د رومانيا ولس مشر ترايين باسکو دپنجشنبې په ورځ د خپل يو ورځنى سفر په ترځ کې په کندهار کې د رومانيا هېواد د پلې کندک له سرتيرو سره وکتل او دوى يې د کريسمس په ځانګړې ډوډۍ چې له ځان سره يې راوړې وه ونازول او د کريسمس په هکله يې ورته مبارکى وويله اويو شمير سرتير وته يې ستاين ليکونه ورکړل . همداشان ده له افغان ولس مشر حامد کرزى سره د يوې کتنې په ترځ کې په کابل کې ژمنه وکړه چې په راتلونکى کال کې به ، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شميره زياته کړى .او دافغانستان ددفاع وزارت سره به د يو شمير فوځى تجهيزاتو مرسته وکړى اوافغان سرتيرو ته به فوځى روزنه هم ورکړى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کوکنارو دکرنې هر کروند ګر به ٦ مياشتې بندى شى.", "output": "د هلمند والي په ډاګه کړې ده که سږ کال څوک په دغه ولايت کې کوکنار وکري نه يوازې داچې کروندې يې اړول کيږي بلکه کروند ګر به ٦ مياشتې بندي شي . ده وويل زموږ پريکړه قطعي ده او په دې برخه کې له چا سره معامله نه کوو. والي وويل موږ دولايت ټولو اوسيدونکو ته خپل پيام رسولى دى او ورته ويل شوى دى چې سږ کال د کوکناروپه کرلو لاس پورې نه کړي . خو دولايت يو شمير اوسيدونکي وايې چې ډيره ناشوني بريښي چې دا پريکړه پلي شي،ځکه لوړ پوړي چارواکي اوقوماندانان د نيشه يي توکو په کرکيله ، قاچاق او توليد کې لاس لري . دهلمند يو اوسيدونکى وايي ،سر ورکوو ،خو ترياک نه ورکوو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو د حامد کرزي بلنه بیا رد کړه", "output": "میرویس جلالزی د طالبانو ډلي د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه بلنه رد کړه چې ویلي یې ول طالبان کولای شي د افغانستان په را روانو ټاکنو کې برخه واخلي.حامد کرزي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبان او د اسلامي ګوند غړي کولای شي چې په خپله خوښه هر هغه کاندید ته رایه ورکړي چې دوي یې غوره بولي.که څه هم طالبانو په وار وار په ټاکنو کې د ګ� �ون بلنې رد کړي دي خو ښاغلي کرزي یو ځل بیا په ډیره مهربانه او عاجزه لهجه له طالبانو څخه خپله پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه.د کرزي د دغو خبرو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې ټاکني د غولوني لپاره کیږي او دوي نه غواړي د دغو ټاکنو یوه برخه شي. ذبیح الله مجاهد وړاندي ویلي چې ولسشمر افغانان نه بلکه هغه کسان ټاکي چې په واشنګټن کې ناست دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان جمهور رییس ته پرانیستی لیک", "output": "د افغانانو په پیسو هندوان روزل کیږي د افغانستان جلالتمآب ولسمشر صاحب! له سلامونو وروسته غواړم چې د لوړو زده کړو یا تحصیلات عالي په وزارت کې مو له یوې دردونکې پیښې خبر کړم.هغه دا چې د دې وزارت په چوکاټ کې یوه پروژه ده چې د نړیوال بانک یا World Bank له خوا زموږ له هیواد سره د مرستې په موخه پلې کیږي او هدف یې په هیواد کې د لوړو زده کړو د موسساتو تقویه کول دي چې دStrengthening Higher Education Project په نامه یادیږي. نوموړې پروژه وظیفه لري چې د افغانستان د لوړو زده کړو سیستم قوي کړي خو د دې پروژې د اصلي اهدافو په ځای داسې کارونه کیږي ملي ضد بڼه لري او د بیوزلو افغانانو پیسې د خاینانو د حیف او میل وسیله ګرزي چې زه یې ستاسو محترم حضور ته یوه وړه نمونه وړاندې کوم.جلالتمآب جمهور رییس! د دې پروژې د تطبیق په لړ کې د نورو زیاتو تخطیو سره سره د لوړو زده کړو وزیر صاحب د سکومار په نوم یو هندي تبعه د مشاور په حیث مقرر کړی دی چې د میاشتې لس زره امریکايي ډالره تنخوا ورکوي او د ښاغلي سکومار وظیفه دا ده چې د دې پروژې په هکله قراردادونه تر خپل نظر لاندې تیر کړي. بده خبره دا ده چې نوموړی یې د دې پروژې د مشر عبدالحی صوفي زاده سره یو ځای د ۲۰۰۸ میلادي کال د آګست د میاشتې په آتمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو ته لیږلی دی چې په دواړو باندې دیرش زره امریکايي ډالره مصرف راځي او په دې پیسو باندې اصلا باید زموږ د لوړو تحصیلاتو موسساتو ته لابراتوارونه تهیه شوي وای. دوی په داسې حال کې امریکا ته د افغان محصلینو د ا� �زیابۍ تر عنوان لاندې لومړی نیویارک او بیا کلیفورنیا ته ځي چې په اړوندو څانګو کې نه خو عبدالحی صوفي زاده او نه هم د هغه ملګری هندي تبعه سکومار کوم معلومات لري. عبدالحی صوفي زاده د لوړو زده کړو د وزیر ښاغلي اعظم دادفر نږدې خپلوان یا ملګری دی او عبدالحی صوفي زاده د خپلې ساعت تیرۍ، چکر او عیش نوش لپاره خارجیان د ځان داسې ملګري کړي دي چې د بیوزله افغانستان په پیسو یې حتی امریکا ته هم له ځان سره بیايي.باید وویل شي چې لوم ړی خو هلته د محصلینو ارزیابۍ ته هیڅ اړتیا نشته ځکه هغوی په امریکا کې خپلې زده کړې کوي او کله یې چې تحصیلات ب� �پړ شي نو پخپله بیرته هیواد ته راځي. بل دا چې د هغوی زده کړې په دریو څانګو کې دي چې انجنیري، معلوماتي ټکنا� �وجي او انګریزي ژبه ده چې نه عبدالحی صوفي زاده او نه هندي تبغه سکومار په دې څانګو کې هیڅ ډول معلومات نه لري چې ګواکي دوی دې په امریکا کې محصلین ارزیابي کړي. بل دا چې که فرضا ضرورت وای چې څوک د ارزیابۍ لپاره تللي وای نو هغه باید افغانان وای نه هندوان یا خارجیان.له بلې خوا باید وویل شي چې د دې پروژې د تطبیق په لړ کې دا د وزیر صاحب د مقرر کړي شخص عبدالحی صوفي زاده دریم یا څلورم سفر دی چې امریکا ته یې کوي او د دې مهمې پروژې بودجه په خپل عیش نوش او چکر باندې لګوي. دا ثابت حقیقت دی او تاسو پوښتنه کولای شی.دا دی تاسو ته مو د لوړو زده کړو د وزارت د رهبري هیئت د کارکردګۍ یوه وړه نمونه ولیکله ستاسو جلالتمآب توجه ورته را اړوم. بریا� �یتوب مو غواړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ولسمشرۍ لپاره د ټاكنو ناكامي", "output": "د 1388 لمريز كال د زمري د مياشتۍ د ولسمشرۍ لپاره ټاكنۍ ناكامې شوى. اوس دا ټاكنې دوهم پړاو ته ولاړې . په لومړي پړاو كښې كله چې د انتخاباتو مستقل كميسيون د ټاكنو لومړنۍ پايلى اعلام كړې نو حامد كرزي له 54 % څخه زياتى رايې تر لاسه كړې وې او په ټاكنو كښې بريالى شوى ؤ خو د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون په ټاكنو كښې د تقلب په پلمه د يو شمير صندوقونو رايې بيا وكتلې ، تحقيقات يې وكړل او وروستۍ نتيجه يې اعلان كړه . دا ځل د كرزي رايې له پورتنۍ فيصدۍ نه 49،67 % ته راټيټې كړاى شوې او په دى اساس ښاغلى كرزى د 50% + 1 رايو په نه كټلو ، ټاكنې دوهم پړاو ته پريوتې. د دوهم پړاو ټاكنې به د انتخاباتو د مستقل كميسيون د وياند د اظهاراتو په اساس د 1388 كال د لړم د مياشتې په 16 چې د 2009 م كال د نوامبر د مياشتې له 7 نيټې سره برابر ده تر سره شي. يادونه كيږي چې په 2004 م كال كښې چې د ولسمشرۍ لپاره ټاكنې وشوې نو حامد كرزي تقريبا 55% رايې كټلې وې او د بين المللي ټولنې لخوا د افغانستان د جمهور رئيس په حيث قبول شو ، په هغو ټاكنو كښې هم ويل شوي وو چې درغلي شوې وه خو هغو درغليو ته چا اهميت ورنكړ او نه ورپسې څوك وګرخيدل ، دا ځكه چې هغه بل وخت ؤ ، د طالبانو رژيم نسكور شوى ؤ ، او په هيواد كښې نوې ديموكراسي او نوي تحولات راغلي وو ، نوې ساقي وه ، نوي جامونه وو ، نوي اميدونه وو . هر څه نوي نوي وو خو دا ځل كيسه او لوبه بدله شوه . دا ځل انتخاباتو ناكامه كيدل د حامد كرزي اود افغانستان د هغو خلكو لپاره چې خپلې رايې يې د رايو په صندوقونو كښې اچولى دي ، يوه ستره ناكامي ګڼل كيږي.حامد كرزي په يو خبري كنفرانس كښې دا خبره كړې وه چې له هغو كسانو سره دى قانوني چلند وشي چا چې په انتخاباتو كښې درغلي كړى ده.اوس بايد دا كار عملي شي . نن سبا دا خبرې كيږي چې د انتخاباتو د كميسيون 200 تنه كاركوونكي به له خپلو وظيفو څخه لر كړاى شي . زه فكر كوم مشكل يوازى په دى نه حل كيږي چې كاركوونكي له كار څخه بر طرف شي ، دا كاركوونكي بايد څارنوالۍ ته معرفي او قانوني چلند دى ورسره وشي ، دا كار بايد د انتخاباتو د دوهم پړا ود دايريدو څخه دمخه وشي تر څو نوي كاركوونكي عبرت واخلي او د برطرف شويو كاركوونكو په شان تقلب كاري ونه كړي. د افغانستان ولسمشر ښا غلي كرزي هم په يو خبري كنفرانس كښې چې پكښې د امريكى په سنا كښې د خارجه چارو د كميټې مشر جان كري ، په افغانستان كښې د ملكرو ملتونو خاص استازى كاى ايده او همداشان په افغانستان كښې د امريكې ، انكلستان او فرانسې د هيوادونو سفيران هم موجود وو ، دوهم پړاو ته د ټاكنو تلل تأئيد كړل. په خبري كنفرانس كښې د ولسمشر په څنګ كښې د پورتنيو خارجي هيوادو د چارواكو موجوديت يو ځل بيا ددى واقعيت څرګندويي كوي چې د افغانستان د سرنوشت په ټاكلو كښې خارجي هيوادونه مهم رول لري ، ددى رول د لرلو لپاره دا لاندني دلايل وړاندې كولى شو : 1- داسې ښكاري چې د اوباما اداره او بين المللي ټولنه غواړي چې د افغانستان راتلونكى حكومت بايد يو مستحكم او قوي حكومت وي چې وكولاى شي په هيواد كښې د اداري فساد د له مينځه وړلو ، د امنيت د راوستلو او د مخدره موادو پر ضد مبارزې لپاره سم اقدامات وكړي . همدا دليل دى چې بين المللي ټولنې په افغاني خوا دا فشار راوستى دى تر څو يو قوي او متنفذ حكومت جوړ شي. 2- بين المللي ټولنې په لومړي پړاو كښې د انتخاباتو پايلى په انتخاباتو كښې د تقلب په پلمه ونه منلې نو ځكه انتخابات دوهم پړاو ته ورسيدل . دا كار ځكه وشو چې كه د لومړي پړاو پايلى منل شوى وې او كرزى د پنځو كالو لپاره د هيواد ولسمشر په حيث منل شوې وې نو دده حكومت به په انتخاباتو كښې د درغلۍ له امله له داخلي او بين المللي حيثيت څخه بى برخى پاتې وې .3- دريم دا چې زما په نظر كه حامد كرزى د انتخاباتو د لومړي پړاو په اساس د افغانستان د جمهور رئيس په حيث منل شوى وى ، نو حامد كرزى به مجبور و چې هغو جنكسالارانو ته د وزارتونو مهمى څوكۍ وركړي له چا سره چې وعدى شوى دي. جنګ سالارانو به ادعا كړې وې او دا به يې ويل چې حامد كرزى زمونږ په زور انتخابات وكټل ، اوس به هغه مونږ په قدرت كښې شاملوي او خپلې خپلې برخې به راكوي. كه داسې شوې وې نو بيا به هغه خرك او هغه درك ؤ. زما په نظر دا محترم حامد كرزي ته يو درس دى چې له جنګ سالارانو نه ځان لرى وساتي . په امريكه كښې د امريكى سياست بدل شوى دى ، جورج بوش له مينځه تللى او په ځاى يې اوباما جمهور رئيس شوى د ى ، جمهور رئيس اوباما هغه سياستونه بدلوي كوم چې جورج بوش پر مخ بوتلل . اوباما د سولى لپاره د نوبل جائزه كټلې ده ، اوس كه اوباما په افغانستان كښې د جنګ سالارانو حمايت وكړي نو بيا به دده او د جورج بوش په مينځ كښې توپير نه وي. زه فكركوم چې د اوباما په ادراه كښې به امريكايي لوړ پوړ وچارواكو له حامد كرزي سره دده په څنك كښې د جنك سالارانو په موجوديت حتما خپلې انديښنې ښكاره كړي هم وي.اوس چې انتخابات دوهم پړاو ته لاړل نو امريكه كولاى شي په حامد كرزي نور زيات فشار راولي تر څو په انتخاباتو كښې د برياليتوب په صورت كښې د يو پاك او اغيزه ناك ( Clean and effective ) حكومت د جوړلو لپاره فكر وكړي 4- د امريكى جمهور رئيس اوباما ، افغانستان ته د اضافي قواو د ليږلو په فيصله كښې ځنډ وكړ ، دليل يى د افغانستان په انتخاباتو كښې تقلب ښودل شوى دى. اوس چې انتخابات دوهم پړاو ته لاړل نو رقابت د دوو كانديدانو تر مينځ دى ، له دواړو كانديدانونه به يو كټونكى او بل به يى بايلونكى وي. امريكا او بين المللي ټولنه به د دوهم پړاو په انتخاباتو كښې له كټونكي كانديد ، چې هغه به د افغانستان راتلونكى جمهور رئيس وي په رسميت وپيژني او له هغه سره به همكاري كوي. 5- كه چيرې د انتخاباتو د لومړي پړاو د نتيجو په اساس ، حامد كرزى د افغانستان د جمهور رئيس په حيث ټاكل شوى وې اود بين المللي ټولنې لخوا په رسميت پيژندل شوى وې نو له دى سره به په هيواد كښې دننه او له هيواد نه بهر نورې ستونزې پيدا شوې وې . په داخل كښې به عبدالله عبدالله د كرزي حكومت په رسميت نه وې پيژندلى ، او له بللى خوا به بين المللي ټولنې هم د حامد كرزي له حكومت سره په خپلو همكاريوكښې تجديد نظر كړى وې. داسې اټكل كيږي چې بين المللي ټولنه غواړي په افغانستان كښې يو قوي او پراخ بنسټه داسې يو حكومت مينځ ته راشي چې وكولاى شي موجود ه امنيتي ، سياسي ، اقتصادي ستونزو د حل لپاره فوري او جدي اقدامات وكړي. كه هدف همدا وي نو دا ښه خبره ده ، دا كار زمونږ د هيواد او زمونږ د خلكو په كټه تماميږي خو كه هدف بل څه وي نو بيا به نورې ستنونزې مينځ ته راشي او په نتيجه كښې به زمونږ هيواد او هيوادوالو ته نور ستر تاوانونه ورسي . دا خبره بايد هيره نكږو چې دوهم پړاو ته د ټاكنو لويدل له هغو افغانانو سره جفا ده چې خپل ژوند يې په خطر كښې واچولو او د طالبانو لخوا د تهديدونو او بې شماره اقتصادي امنيتي ، سياسي ستونزو با وجود د رايو صندوقونو ته لاړل ،او په دې اميد يې په صندوقونو كښې خپلې راېې يې واچولې چې خپل ولسمشر وټاكي ، دا له دى افغانانو سره ستره جفا ده .د انتخاباتو د مستقل كميسيون د رئيس ښاغلي لودين د اظهاراتو په اساس دغه كميسيون 370 مليونه ډالره لوكولي او دا انتخابات يې تنظيم كړي او تنظيم كړي وو . دا لوى تاوان او خساره ده. د ولسمشرۍ څوكې ته نورو په لس هاو كانديدانو هم د خپلو كمپاينونو لپاره په لك هاو ډالرې مصرف كړې. كه زه يو لك ډالر ولرم اما د ملت له حمايت څخه مطمئن نه يم ، نو هيڅكله به د ولسمشرۍ څوكۍ ته ځان كانديد نه كړم. دا خبره په لاندنيو دلايلو كوم.1- د ملت حمايت راسره نشته نو او پوهيږم چې ملت راته رايى نه راكوي نو كه يو لك ډالر په انتخاباتي كمپاين كښې لكوم نو دا ددى مانا وركوي چې زه خپلې پيسې په اوبو كښې اچوم ، پيسې مى چې له لاسه لاړې شي ، بيا به مفلس په ميدان كښې لوڅ لغړ پاتې يم. زه ليونى نه يم چې خپلې پيسې بې ځايه ولكوم. له دى نه بهتره ده چې په هغو پيسو يو روغتون يا ښونځې جوړ كړم. 2- كه كومه خارجي منبع راته يو لك ډالر راكړي او راته ووايي چې دا پيسې واخله ،د ولسمشرۍ څوكۍ ته ځان كانديد كړه مونږبه دى حمايه كړو چې انتخابات وكټې . زه به بياهم هم كه ضمير او وجدان لرم نو ځان به كانديد نه كړم ، ځكه چې دا كار به د خارجيانو د كټې لپاره وي، او كومې پيسې چې زه يې اخلم هغه به هم راته حرامې وي . 3- زه په ځان كښې د ولسمشرۍ د څوكۍ لياقت او اهليت نه لرم نو ولى ځان كانديد كړم. له دى خبرو نه زما مقصد دا دى چې زما په فكر د ولسمشرۍ څوكۍ ته يو شمير كانديدانو چې په انتخاباتي كامپاين كښې يې په لك هاو او مليونو ډالرې مصرف كړې او يو فيصد رايې يې هم تر لاسه نكړي ، دوي ته د خارجي هيوادو لخوا پيسې وركړ شوې وې ، له دوي سره دومره پيسې له كومه شوې او كه ورسره پيسې هم وې نودوي دا زړه نه شو كولاى چې دومره پيسې عبس مصرف كړي . .له دى كار څخه يو اساسي هدف دا ؤ چې رايى وويشل شي او حامد كرزى ونه شي كړاى په لومړي پړاو كښې 50% + 1 رايې پوره كړي. سره له دى بيا هم حامد كرزي په لومړي پړاو كښې دا فيصدي لاس ته راوړه خو له بده مرغه توطئې جوړې شوې ، د انتخاباتو نتيجه 60 ورځې يعنې دوه مياشتې وځنډول شوه ، په نتيجه كښې امريكى او بين المللي ټولنې په ولسمشر فشار راوست ترڅو دوهم پړاو ته د ټاكنو تلل ومني. حامد كرزي د هيواد او خلكو مصلحت په نظر كښې ونيولو او په شجاعانه ډول يې دا كار وكړ . د نړۍ مشرانو د حامد كرزي دا عمل تقدير كړ . عبدالله عبدالله هم ورڅخه مننه وكړه . كيداى شي په دى كښې به د افغانستان د ملت خير وي. اوس څه كول پكار دي : 1- په لومړي سر كښې بايد د انتخاباتو د مستقل كميسيون هغه غړي قانوني مجازات شي چې په انتخاباتو كښې يې درغلي كړې ، زمونږ د هيواد او د هيواد د جمهور رئيس نوم يې بد كړې دى. 2- د دوهم پړاو په ټاكنو كښې د خلكو برخه اخيستل . دا ډيره مهمه ده چې خلك په ټاكنو كښې برخه واخلي . اوس د ملت په وړاندې دوه تنه كانديان ولاړ دي. 1- حامد كرزى ( اوسنى ولسمشر) 2- عبدالله عبدالله ( پخوانى د باندنيو چارو وزير ) د افغان ملت بايد سترګې ښې پرانيزي او دواړو كانديدانو ته دې وكوري ، بيا دى فكر وكړي چې د افغانستان د راتلونكي جمهور رئيس په حيث : 1- كوم يو ورته د سترګو په آئينه كښې ښه او مناسب ښكاري .2- كوم يو ورته د زړه په كور كښې ځاى نيسي 3- كوم يو ورته د فكر او خيال په عالم كښې ښه بريښي .4- كوم يو ورته د عقل په تله كښې برابر ښكاري .5- كوم يو ورته زياتره د ملت په كټه ښكاري. 6- كوم يو كولاى شي په هيواد كښې د سولى او استقرا ر لپاره بهتر كار وكړي .7- كوم يو د ملي وحدت لپاره ښه كار كولى شي.8- كوم يو ژبني ، نژادي تعصبات له مينځه وړلى شي.9- كوم يو په هيواد كښې د قانون او عدالت د پلي كولو په كار كښې ښه نظريات لري . 10- كوم يو د بهتره تاريخ خاوند دى .11- كوم يو د وطن او خلكو د رفاع لپاره بهتر فكر كولاى شي .. 12- كوم يو زياتره غريب پرور دى.13- كوم يو خپلى شخصي او تنظيمي كټې د خلكو له كټو څخه بهتره قربانولى شي.14- د كوم يو په فكر كښې په سترو مقامونو د خپلو خپلوانو او دوستانو د تقرر احساس كمزورې دى . 15- د كوم يو په سر كښې د قوم پرستۍ د ليونتوب او جنون نشه ډيره قوي ده. 16- كوم يو زياتره ددى نظريى خاوند دى چې پښتون ، تاجك ، اوزبك ، هزاره ، پشه يي ، اوپه هيواد كښې ميشت نور مليتونه ټول افغانان دي او د يو أفغان په كورنۍ پورې تعلق لري.17- كوم يو بهتره كولاى شي د هيواد په كورنيو چارو كښې د باندنيو هيوادونو لاس وهنو ته خاتمه وركړي. 18 كوم يو كولاى شي د افغانستان روابط له كاونډيو هيوادو سره د متقابل احترام په بنسټ بهتره عيار كړي. 19- كوم يو بهتره كولاى شي د هيوادوالو صحي ، تعليمي ، اجتماعي ، اقتصادي او نورو حياتي ستونزو ته د حل لار پيدا كړي.20- كوم يو بهتره كولاى شي د يتميانو اوښكى د مهر محبت په دستمالونو وچې او پاكې كړي. 21- كوم يو بهتر ه كولاى شي چې د افغانستان د ټولو شهيدانو حقوق په يو شان پرته له كوم توپپيرادا كړي. 22- كوم يو د ډير همت خاوند دى چې د هيواد د مليونونو مظلومانو او مسكينانو آهونو او فريادونو ته غوږ كيږدي او د هغوي د ژوند رنګارنګ ستونزى او مشكلا ت په ښه فكر او تدبير سره حل كړي.23- كوم يو په هيواد كښې د اسلامي شوونو د ښه كولو لپاره بهتره فكر، تدبير او آمادكي لري.24- كوم يو د اسلامي نظام په چوكاټ كښې د ښځو د حقوقو د حفاظت لپاره بهتره لارې چارې لټولى شي. 25- كوم يو د لك هاو بى روزكاره ځوانانو لپاره د كار او روزكار بهتره زمينه مساعده كولى شي. 26- كوم يو په ښه شان د هيواد د تعليمي موسسو ستونزو ته د حل لارې چارې پيدا كولاى شي.27- كوم يو له افغانستان نه د خارجي قواوو د وتلو لپاره بهتره پلان او ستراتيژي لري. 28- كوم يو بهتره دا تضمين كولاى شي چې په هيواد كښې به د اويايمې لسيزې د خپلمنځي جكړو سناريو نه تكراريږي.29- كوم يو بهتره كولاى شي چې له مخالفينو سره د سولې لپاره موثر او جدي اقدامات وكړي .30- كوم يو بهتره كولاى شي چې په امريكا او ناټو فشار راولي چې په بيګناه خلكو له بمباريو څخه لاس واخلي.31- كوم يو بهتره كولاى شي چې په اقتصادي ، سياسي ، نظامي عرصو كښې د افغانستان ټولو ولاياتو ته په يوه سترګه وكوري. 32- كوم يو بهتره كولاى شي چې په هيواد كښې په مورنۍ ژبه خلكو ته د تعليم زمينه مساعده كړي. 33- كوم يو يې بهتره كولاى شي په دولتي ادارو كښې پښتو ژبه كم نه كم 50% دفتري ژبه وګرځوي. 34- كوم يو كولاى شي د خلكو په زړونو كښې د نا اميدۍ مړاوي ګلونه د اميد په تازه ګلونو بدل كړي. مونږ پوهيږ و چې په هيواد كښې امنيتي ستونزى شته ، د هوا د سوړوالي ستونزه هم شته ، د خلكو اقتصادي ستونزى هم شته خو سره له دى بيا هم بهتره ده چې د انتخاباتو په ورځ هغه كسان چې د رايى وركولو كارتونه په لاس كښې لري په ډير همت ، په ډيره مينه او شوق له خپلو كورونو نه راووځي او خپلې رايې وركړي .دا د افغان د غيرتي او با شهامته ملت ، دا د افغان د غيور او ميړني ملت د سرنوشت موضوع ده. دا ملت بايد خپل سرنوشت پخپله وټاكي . مونږ په دى پوهيږ و چې په انتخاباتو كې لوبې كيږي ، باندني لاسونه كار كوي خو يوه خبر بايد وكړو چې د افغان ملت د هر فرد رايه د هغه رايه ده او دا د ده حق دى چې له دى رايې څخه د خپل او خپل هيواد د سرنوشت د ټاكلو لپاره استفاده وكړي . هيله ده چې د ملي دفاع او د كورنيو چارو وزارتونه ، د امنيت لوى رياست او د ناټو قواوې به په خپلو ټولو امكاناتو او طاقت سره خلكو ته دا امكانت او زمينه برابره كړي چې وكولاى شي په ډاډه زړه د امنيت په فضا كښې وكولاى شي د راى وركولو صندوقونو ته ځانونه ورسوي او خپلې رايې واچوي.هيله ده چې ډير شمير طالبان به هم په انتخاباتو كښې برخه واخلي او خلك به هم پريږدي چې په ټاكنو كښې برخه واخلي ، كه طالبان ټاكڼې اخلال كړي دا كار د افغانستان د خلكو په كټه نه تماميږي بلكې تاوان لري. په درناوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: د دولتي پوليسو يو كومندان له موږ سره يو ځاى سو", "output": "د طالبانو وياند قاري يوسف اح مدي ادعا كوي چي د سيدنور په نامه د پوليسو يو كومندان له دوى سره يو ځاى سوى دى، د ده په وينا سيدنور د زابل و� �ايت په جلدك ولسوالي كي د افغان پوليسو د يو مركز مشر وو چي تېره ورځ له خپلو شلو تنو وسله والو پوليسو سره د طالبانو په ليكه كي ودرېدئ. خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان دپاره داوباماپه نوى استراتيژۍ كښې مهم ټكي", "output": "(پځمه برخه ) د طالبانو د عفوى تائيد :د باراك اوبا په ستراتيژۍ كښې بل مهم ټكې د طالبانو د تائيد موضوع وه. اوباما وويل چې سپينه ماڼۍ د افغانسنتان د هغو كوششونو حمايت كوي چې غواړي له هغو طالبانو سره د خبرو آترو ميز ته كښيني چې خپلې وسلې په ځمكه ايږدي او په سياسي پروسه كښې شامليږي . د اوباما دا خبرې هغه خبرې دي چې د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي په وار وار كړي دي ، او له سي ان ان سره يې په خپله وروستۍ مركه كښې چې د روان كال د ديسامبر په 6 نيټه وكړه تكرار شوې دي. په تيرو اتو كالونو كښې د پښتنو په سيمو ړندې بمبارۍ شوى دي، په زرهاو بيګناه افغانان قتل شوي دي . د ارهابيانو او عادي اوسيدونكو تر مينځ توپير نه دى شوى ، له وچو سره لامده هم سوزيدلي دي..اوس مهمه داده چې د اوباما لخوا د طالبانو د بخښنې د تائيد او د حامد كرزي له خوا طالبانو ته د سولى د پيشنهادونو د عملي كولو دپاره عملي لارې چارې ولټول شي . هيلري كلنتون له سي ان ان سره په يوه مركه كښې دا خبره وكړه چې هغه په دې خبره كښې شك لري چې ملا عمر به د حامد كرزي هغه پيشنهاد ومني چې ملا عمر ته يې د خبرو آترو د پاره وړاندې كړى دى ، آغلې كلنتون دا هم وويل چې ملا عمر له كرزي يا بل چا سره د خبرو رغبت نه لري . نوموړې دا هم زياته كړه چې واشنګټن په 2001 م كال كښې د سبتامبر د 11 نيټې د حملو نه پس له ملا عمر څخه غوښتي وو چې اسامه بن لادن امريكى ته وسپاري خو ملا عمر دا كار ونه كړ ، كه ملا عمر دا كار كړی وې نو نن به مونږ په افغانستان كښې نه وې. ستونزې چرته او كومې دي : 1- د ديورند له كرښې نه هغه خوا د پاكستان په خاوره كې د القاعدې د مركزونو اوځالو موجوديت .2- په افغانستان كښې د ناټو د هوائي ځواكونو لخوا په بيګناه خلكو ړندې بمبارۍ.3- د موثرې ملي اردو ، موثرو ملي پوليسو او موثرو امنيتي ځواكونو د جوړيدو په كار كښې نه پاملرنه او عدم توجه .4- له طالبانو سره د خبرو آترو او مذاكراتو په پروسه كښې له جديت څخه كار نه اخيستل ، اوبه خړول او ماهيان نيول.5- د افغانستان او پاكستان ترمينځ په يو بل د اعتماد او باور نشتوالى.6- په حكومتي ادارو ، داخلي او خارجي موسسو كښې د اداري فساد شتون.7- له دولت سره د يو شمير دولتي چارواكو عدم همكاري. 8- له طالبانو سره د القاعدې تړاو او مرستې.9- له عربي هيوادو په سر كښې له سعودي عربستان سره په سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي او تجارتي اړيكو كښې د عدم توجه. 10- په افغانستان كښې د سولى او امنيت د راتلو په لار كښې د امريكې د پخواني حكومت عدم توجه. د يادو شويو ستونزو د حل د پاره دا خبرې مفيدې ګڼل كيږي: 1- د ديورند له كرښې نه هغه خوا د پاكستان په خاوره كې د القاعدې د مركزونو اوځالو موجوديت . كله چې په 2001 م كال كښې د طالبانو نظام نسكور شو او د كرزي صاحب په مشرۍ حكومت مينځ ته راغى نوپه هيواد كښې د القاعدې مركزونه هم له مينځه لاړل. د القاعدې تنظيم خپل مركزونه د پاكستان خاورې ته منتقل او هلته يې له خپلو نورو مركزونو سره يو ځاى كړل. د پاكستان پوځ د امريكې او بين المللي ټولنې د فشار او له بين المللي ټولنې څخه د زياتو اقتصادي مرستو د حاصلولو په نتيجه كښې په سوات او وزيرستان پوځي عمليات پيل كړل. ددغو عملياتو په نتيجه كښې په سوات او وزيرستان كې ډير بيګناه خلك هم ووژل شول ، په لك هاو خلك له خپلو كورونو نه بې ځايه شول ،په زرهاو نجونې او هلكان ښونځيو او علمي موسسو ته له تللو څخه پاتې شول . د پاكستان په مختلفو ښارونو كښې د طالبانو او القاعدې لخوا ځانمرګي بريدونه زيات شول ، نن سبا د پاكستان امنيتي او سياسي وضع د تشويش وړ ده. دا هر څه دپاكستان د يو شمير سياسي او پوځي چارواكو د غلطو پاليسيو په نتيجه كښې مينځ ته راغلي دي. امريكه او بين المللي ټولنه د القاعدې او طالبانو په مركزونو باندې د پاكستان د پوځ په عملياتو باندې شك لري او وايي چې كه پاكستان سم عمليات ونكړي نو امريكه به پخپله دا كار سرته ورسوي. د اوباما اداره په اوس وخت كښې غواړي چې د القاعدې مركزونه داسې له مينځه لاړ شي چې دوباره ونه شي كړاى د امريكې پر ضد تخريبي فعاليتونه تر سره كړي.زه فكر كوم چې ددى مرام او هدف د تر سره كولو لپاره به دا څو وړانديزونه ګټور وي :* له سيمې څخه د القاعدې د عناصرو ايستل. دا كار د سميې له خلكو سره او په سيمه كښې د قبائلي مشرانو او متنفذينو سره د خبرو آترو او مفاهمې له ليارې امكان لري. كه چيرې بين المللي ټولنه اود پاكستان حكومت د قبائيلو له مشرانو په واسطه د القاعدې مشرانو سره تماس ونيسي او هغوي ته قناعت وركړي چې ارهابي فعاليتونو ته خاتمه وركړي ، دا كار كيدونكی دى. د القاعدې تنظيم د پيسو په زور هلته ځان ټينګ ګړى دى ، جكړه يې روانه كړې ده او خپله مفكوره په خلكو تحميلوي . كه بين المللي ټولنه او د پاكستان حكومت واقعا غواړي چې په سيمه كښې اوضاع آرامه شي نو كولاى شي دا كار د جكړې په ځاى د خبرو آترو له لارې تر سره كړي. د پاكستان او افغانستان عام خلك په سوات او وزيرستان كښې د جكړې د اور د بليدو طرفدار نه دي. هر څومره چې جكړه اوږديږي په هغه اندازه د افغانستان اوپاكستان د خلكو په تاوان تماميږي ، په دواړو هيوادو كښې پښتانه تباه كيږي. بين المللي ټولنې او پاكستان ته ښائي چې د جكړې د بندولو د پاره كوشش وكړي او دا ستونزه د مذاكراتو له لارې حل كړي. كه دوي دا كار نه كوي نو له دې نه ثابتيږي چې دا بى له شكه د پښتنو د تباهۍ د پاره يوه مشتركه توطئه ده. * د القا عدې د تنظيم غړي چې د عربي نړۍ اوځينو نورو اسلامي هيوادونو څخه دې سيمې ته راغلي ، دوي په حقيقت كښې په خپلو خپلو هيوادو كښې د تعقيب لاندې دي . كه دوي خپلو هيوادو ته ستانه شي نو هلته نيول كيږي او محاكمه كيږي. دوي په افغانستان او پاكستان كښې ځانته هډې جوړې كړي او له دى ځاى نه فعاليتونه كوي. دا د افغانستان او پاكستان دواړو هيوادو د پاره لوى مشكل دى. دا مشكل په اول سر كښې پاكستان او بين المللي ټولنې ايجاد كړی ؤ. اسامه بن لادن او زرهاو نور عربان د جهاد په دوران كښې له مجاهدينو په څنګ كښې وو او د روسانو په مقابل كښې جنګيدل , هغه وخت چا نه ويل چې دوى ارهابيان دي خو اوس دوي ارهابيان دي .اوس امريكه غواړي چې اسامه مړ او يا يې ژوندې ونيسي . متأسفانه په ډيرو عربي او اسلامي هيوادو كښې ديموكراسي كمزورى يا هيڅ وجود نه لري . كه ديموكراسي وې نو دغه عربان به خپلوخپلو هيوادو ته ستانه شوي وو او هلته به يې د ديموكراسۍ په فضا كښې سياسي مبارزه كوله . په دې هيوادو كښې د واقعي ديموكراسۍ عدم موجوديت د غربي هيوادو په نفع تماميږي ، خو له بده مرغه ددغو هيوادو مشران د خپلې ګټې او قدرت په خاطر د ولس ګټې تر پښو لاندې كوي. په غربي هيوادو كښې ټول حكومتونه مخالفين لري خو هلته د بيان آزادي وجود لري ، هلته څوك د چا خوله بندولى نه شي ، هلته څوك د چا قلم ماتولى نه شي هلته په غير قانوني ډول څوك بنديانولى نه شي، هلته څوك د چا فكر وژلى نه شي ، خو په ډيرو اسلامي او عربي هيوادو كښې د بيان آزادي وجود نه لري ، د قلم آزادي وجود نه لري ، د فكر آزادي وجود نه لري ، مخالفين وهل كيږي ، ټكول كيږي او په زندانونو كښې اچول كيږي همدا سبب دى چې دغه هيوادو نه د ترقۍ او پرمختك په لار كښې وروسته پاتې دي او خلك يې له اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي رنګارنګ ستونزو سره مخامخ دي او خلك يې د پريشانۍ او بدبختۍ په عالم كښې وخت تيروي. د القاعدې د تنظيم غړي چې په پاكستان او افغانستان كښې جكړه كوي ، دوي ته بايد په خپلو هيوادو كښې داسې شرايط برابر شي چې دوي وكولاى شي پرته له كومې ويرې خپلو خپلو هيوادو ته ستانه شي او هلته له خپلو كورنيو سره ژوند وكړي. د دوي لپاره بايد د ژوند كولو شرايط برابر شي ، دوي ته بايد عفو وشي او پرې ښودل شي چې په خپلو هيوادو كښې د آزادو افرادو په حيث د قانون په چوكاټ كښې او د ديموكراسۍ نه په استفاده سياسي فعاليت وكړي. د امريكى او غربي نړۍ په مقابل كښې جكړه د ترهګرۍ له ليارى نتيجه نه وركوي . ددى مبارزې د پاره د فكر او عقل نه كار اخيستل په كار دي. امريكه او بين المللي ټولنه د ترهګرانو په بهانه دې سيمې ته راغلې ده .په امريكه كښې د سبتامبر د 11 نيټې پيښه امريكه دې ته وهڅوله او دا بهانه يې په لاس وركړه چې په افغانستان او عراق حمله وكړي . دا لا تر اوسه ثابته شوې نه ده چې په دې كار كښې چا لاس درلود خو هر چا چې لاس درلود ، تاوان يې په خاص ډول په افغانستان او پاكستان كښې پښتون قام ته او په عام ډول دا تاوان عالم اسلام ته ورسيد. كه القاعده په افغانستان كښې وجود نه درلودلې ، نو افغانان به له دومره بدبختيو سره نه وې مخامخ شوې. د امريكې او غرب په مقابل كښې د اسامه بن لادن په قيادت جنګي مبارزه بې معنى ده. له القاعدې سره B52 جنګي الوتكې نشته ، جنكي پرمخ تللي وسايل نشته ، نور جنګي امكانات نشته. دوي دې بايد اول خپل جنګي تجهيزات پخپله جوړ كړي ، بيا دې له امريكى او غربي نړۍ سره وجنكيږي. اسامه بن لادن ته په كار وو چې د جنګ جكړو په ځاى يې په اسلامي هيوادو كښې مسلمانانو ته د علم او پوهې زمينه مساعده كړې وې ، خلك يې د علم او پوهې په ګاڼه ښكلي كړې وې. طالبانو په افغانستان كښې څو كاله حكومت وكړ ، كه ددوي د حكومت په وخت كښې هلته نوي ښونځي جوړ شوې وې ، كه هلته پوهنتونونه جوړشوې وې ،كه هلته روغتونونه جوړ شوې وې ، كه هلته فابريكې جوړې شوې وې ،كه هلته د خلكو د پاره د كار او روزكار زمينه مساعده شوې وې نو نن به د افغانستان خلكو د اسامه بن لادن لاسونه ښكلولى او درناوى به يې كولى. پاكستان هم په دې برخه كښې ايماني او انساني مسؤليت درلود خو له بده مرغه پاكستان خپل دغه مسؤليت تر سره نه كړ.پاكستان نه يواځې طالبان دې ته ونه هڅول چې په افغانستان كښې تعليمي ، فرهنګي ، اجتماعي چارو ته توجه وكړي بلكې په پاكستان كښې يې هم د افغانانو پر مخ يى د تعليمي او فرهنګي موسسو دروازې وتړلې . افغانانو ته په تعليمي او فرهنګي او اقتصادي برخو كښې سخت تاوانونه ورسيدل ، ددى مسؤليت د پاكستان په غاړه دى. د القاعدې لخوا چې هر وخت كوم ارهابي عمل تر سره شوې او القاعدې يې مسؤليت پر غاړه اخيستى دى نو له دې سره امريكې او غربي نړۍ ته بهانه په لاس ورغلى او په سيمه كښې يې په خپلو نظامي فعاليتونو كښې زياتوالى او قوت راوستى دى. له دې سره عوام متضرره شوي دي .ددې ټولو خبرو لنډيز دا دى چې :* د سيمې نه بايد د القاعدې مركزنه لر كړاى شي ، دا كار د پاكستان د حكومت په واقعي همكارۍ او په سيمه كښې د ځايي خلكو په مرسته د خبرو آترو له ليارې عملي كيداى شي. * جنګونه او جكړې عوامو ته تاوان رسولى او نور تاوانونه رسوي. * پاكستان په سيمه كښې د سولى او امنيت د راوستلو په لار كښې مهم رول لوبولى شي. دى هيواد ته ښايي چې په سيمه كښې د اور د مړ كولو د پاره هڅه وكړي ، كه داسې ونكړي نو ددې اور لمبې څرنګه چې ددې هيواد لمن ته رسيدلي دي په ټول پاكستان كښې به خپرې شي. * پاكستان په سيمه كښې يو داسې اسلامي هيواد دى چې د اتومي قوت لرونكى دى. اسرائيل ، غربي نړۍ او د پاكستان يو شمير كاونډي هيوادونه داسې يو اسلامي هيواد ته چې اتومي قوت ورسره وي خوشبينه نه دي. په پاكستان كښې د اوسنۍ امنيتي او سياسي بدى وضعى يو دليل همدا دى چې دا اسلامي هيواد په يو اتومي قوت بدل شوى دى. د دى دپاره چې پاكستان له هر ډول خطرونو نه نجات ومومي نو ددې هيواد سياستمدارانو او نظاميانو ته ښايي چې په افغانستان كښې د سولى او امنيت د راتلو د پاره جدي همكاري وكړي او له افغانستان سره د دوستانه اړيكو د قوي كولو او پياوړي كولو د پاره جدي او مخلصانه هلې ځلې وكړي .په افغانستان كښې امنيتي بد حالت د پاكستان په ګټه نه تماميږي. د نجيب د حكومت د نسكوريدو نه پس پاكستان په افغانستان كښې داسې يو سياست ولوباوه چې افغانستان يې له بدبختۍ سره مخامخ كړ. د مجاهدينو د بيلابيلوډلو تر مينځ د جكړو د اور بليدل د پاكستان د غلطو سياستونو په نتيجه كې مينځ ته راغى ، دا يو داسې اور ؤ چې تر اوسه بل دى او د افغانستان او پاكستان خلك پكښې سوزيږي. 2- په افغانستان كښې د ناټو د هوائي ځواكونو لخوا په بيګناه خلكو ړندې بمبارۍ : د ناټو د ځواكونو لخوا په بيګناه خلكو ړندې بمبارۍ ستره ستونزه ده. پوښتنه دا ده چې دا بمبارۍ ولى كيږي ؟ په بيګناه خلكو د كوليو د بمباريو پرځاى بايد په دې خلكو ګلونه وورول شي. دوي د ګلونو مستحق دي. د افغان ملت د روسانو په مقابل كښې مقدس جهاد وكړ ، دوي خپل مال او ځان له وطن نه قربان كړل ، د جهاد په دوران كې امريكې او بين المللي ټولنې د افغان ملت سره همدردي ښودله ، دوي ته به يې د مجاهدينو خطاب كولو ، مجاهدينو روسانو ته ماته وركړه ، پخوانى شوري اتحاد ټوټې ټوټې او شپاړلس ځايه شو، دا هغه آرزو وه ، دا هغه هيله او ارمان ؤ چې امريكې او غربي نړۍ يې د ترسره كيدو تمنا كوله ، له روسانو څخه د ويتنام انتقام د افغانانو په زور واخيستل شو . خو نن همهغه همدردان بې انصافي كوي او د دوي په كليو او ښارونو ، ددوي په كورنو او استونګنځيو ړندې بمبارۍ كوي . دا ظلم دى ، دا د انصاف نه لرې خبره ده. د ړندو بمباريو درديل د سولى او امنيت په لار كښې يو مهم قدم دى چې بايد واخيستل شي. پښتانه طالبان نه دي ، د افغانستان د نفوس شا او خوا 60% خلك پښتانه دي . په دى 60 % پښتنو كښې شايد 2% پښتانه پيدا نه شي چې له القاعدې سره مفكوروي اړيكې ولري نور ټول عادي افغانان دي . د يو څوتنو دپاره په ټول پښتون قام ظلم كول د خداى لار نه ده. حامد كرزي هم په خپلو وروستيو خبرو كښې دې ټكي ته اشاره وكړه چې د كرښې دواړو خواو ته پښتانه په اور كې سوزي. دا د پښتنو پرضد يو ه داخلي او بين المللي توطئه ده ، دا يوه ستراتيجي ده چې د پښتنو د ذليل كيدو ، بدنامه كيدو او بې حيثيته كولو د پاره جوړه شوې ده . پښتانه بايد ځانونه هوښيار كړي او دا توطئ په سياسي شعور او بيدارۍ سره خنثى كړي. نن مونږو اوروو چې د پښتنو بدخواهان دې قوم ته د جاهل خطاب كوي ، دى قوم ته د غرونو د خلكو خطاب كوي ، دې قوم ته د بې تهذيبه قوم خطاب كوي ، دې قوم ته د افغان غول خطاب كوي ، د پښتنو بد خواهان دا قوم بين المللي ټولنې ته داسې معرفي كوي چې دا قوم د ديموكراسۍ په مانا نه پوهيږي ، دا قوم له تمدن سره نا آشنا دي ، دا قوم د ډوډۍ د خوړلو په چل نه پوهيږي ، دا يو شډل قوم دى ، دا يو وروسته پاتې د 17 پيړې قوم دى او داسې نورې ډيرې خبرې كوي.دوي پښتنو ته د طالبانو په سترګه كوري. دوي د پښتنو خلاف هم خبرې كوي او هم ليكنې كوي . دوي نه پوهيږي چې د پښتنو او طالبانو په مينځ كښې فرق شته .دوي نه پوهيږي چې د پښتنو او هغو طالبانو تر مينځ چې له القاعدې سره مفكوروي اړيكي لري توپير شته، له دوي نه دا هم هير دي چې د طالبانو تاريخ پنځلس كلن تاريخ دى،دا تحريك د نړۍ د يو شمير سترو طاقتونو په مرسته او د پاكستان په همكارۍ مينځ ته راغلى دى ، د طالبانو تحريك په كابل كښې د مجاهدينو د بيلابيلو تنظيمونو تر مينځ د بې اتفاقۍ او خپل مينځي جكړو په نتيجه كښې مينځ ته راغلى دى.له دوي نه دا هم هير دي چې د طالبان تحريك ته په اول سر كښې د استاد رباني او استاد سياف لخوا هركلى ويل شوى دى او اوس يې په ظاهره مخالفت كوي.پښتانه له افتخاراتو څخه ډك سرشار اوږد تاريخ لري .په پښتنو كښې شاهان تير شوي دي ، د شاهانو يو مثال ستر احمد شاه بابادى ، دى د نوي افغانستان مؤسس دى ، په پښتنو كښې شاعران او جنګيالي تير شوي دي چې مثال يې ستر خوشحال خان خټك دى ، پښتنو په هندوستان او ايران پادشاهي كړې ده ، پښتنو هندوانو او ايرانيانو ته تهذيب ښودلى دى ، شير شاه سوري په هندوستان حكومت كړی دى ، هغوي ته يى د حكومت دارۍ چل ښودلى دى ، هغوي ته يې اقتصادي او پولي سيتم ښودلى چې تر اوسه هغه سيستم روان دى.د افغانستان په نوي تاريخ كښې ستر شخصيتونه پيدا شوي دي ،فرهنګيان پيدا شوي ، شاعران پيدا شوي ، رهبران پيدا شوي دي ، مشران پيدا شوي دي ، سياست مداران پيدا شوي دي ، پوهان پيدا شوي دي ، جهادي مشران پيدا شوي دي ، استادان پيدا شوي ، غازيان پيدا شوي چې يو څو نومونه يې دادي : مشت نمونهء خروار محمد ګل مومند بابا ، موسى شفيق ، ډاكټر عبدالظاهر ، صمد حامد ، سيد شمس الدين مجروح ، سيد بهاوالدين مجروح ، محمد هاشم ميوندوال ، اشرف غني احمد زى ، حامد كرزى ، عبدالحى حبيبي ، قيام الدين خادم ، كل پاچا الفت ، پوهاند صديق الله رشتين ، عبدالروف بينوا ، پوهاند عبدالشكور رشاد ، على احمد جلالي ، حسن كاكړ ، عبدالرحمن پژواك ، عبدالمجيد خان زابلي ، مولوي خالص ، مولوي محمد نبي محمدي ، پير ګيلاني ، حضرت صاحب ، خان محمد خان مرستيال ، عمر وردك ، عبدالأحد خان كرزى ، زرغونه انا ، ملالۍ ، عبدالحكيم ګټوازى ، مولوي عبيدالله خان ، وفي الله خان ، فاروق اعظم ، حاجي قدير ، قوماندان عبدالحق ، غلام محمد فرهاد ، امام الدين ساپی ، غلام جيلاني جلالي ، جنرال هاشم خان لوكري ، جنرال اعظم كل خان توتاخيل ، جنرال پير محمد خان منكل ، جنرال سربلند ځاځی ، جنرال عبدالغني احمد زى ، عبدالأحد خان وردګ ، عبدالرحيم خان ساپی ، محمد عمر خان ناصري ، معين افضل خان ناصري ، عبدالهادي داوي ، زمرك خان ځدران ، سيدال خان ، ياور محمود خان ‘ سيد عبدالله پاچا ، امان الله سيلاب ، عبدالعزيز باركزى ، سيد عبدالله پاچا ،اعلحضرت امان الله خان ، وزير اكبر خان ،اعلحضرت محمد ظاهر شاه ، داوود خان شهيد ‘ عبدالقيوم وردګ ، سميع الله خان ، عبدالملك خان عبدالرحيم زى ، عبدالله خان وردګ ، عزيزالله واصفي ، حبيب الله رفيع ، محمد صديق پسرلى ، ملنګ جان ، پير محمد كاروان ، جنت خان غروال ، زرغون شاه شينوارى ، غلام نبي چكنورى ، عبدالملك خان ، غلام حسن خان ساپۍ ،ګل آقا شيرزى ، امين ارسلا ،زرغونه زيور رشتين ، امين زى ، تاجور كاګړ ، قتيل خوږياڼی ، مولوي زين الله منلى ، عبدالوكيل صداقت ، روښان ، حداد ، عبدالقيوم كوچى ، سعدالدين شپون ، انځور ، نبي مصداق ، محى الدين زرملوال ، پتمن ، ډاكټر غلام سخي رحمان زى ، ډاكټر كبير ستورى ، سيدا كل غرييار ، صفيه صديقي ، حبيب الله تږى ، رسول امين ، فايض ، عبدالله غمخور ، حفيظ الله خوږلن ، عبدالباري جهاني ، مياخيل ، پوهاند قاسم جمدر ، ولي مموزى ، عارف غروال ، بركت الله كمين ، نصر الله حافظ ، محمد عظيم بهار ، محمد عثمان نژند ، استاد آقا محمد كړندى ، ابراهيم همكار ، عزيز الله زمريالى ، اياز ملنكيار ، داوود شهيد ، عبدااله بختانى ، فضل هادي مسلميار ، معروف شاه شينوار ى ، ، ظاهر قدير ، غوث حيدري ، غمشريك ، محمد علم اسحق زى ، محمد الله علمي ، ميرويس ياسيني ، برهان الدين كشككي ، آزمون ، واجد ، طارق بزرګر ، مولانا ارشاد ، خالد هادي حيدري ، ډاكټر طارق رشاد ، يار محمد كوچی ، اسماعيل يون ، عبدالعزيز خاورې ، عبدالغفور وياند ، ارسلان سليمي ، اسماعيل مايار ، آصف صميم ، شيرين كرديوال ، حاجي سيد داوود ، صديق مومند ، فقير بايزى ، پهاند طاهر بوركى ، نجيبه خوږياڼۍ ، راز محمد ويښ ، مزمل ، ولسمل ، عزيزالرحمن الفت ، نسعود نيكبخت ، بادام ظريفي ، ، شيرزاد يعقوبي ، هيوادمل ، ، نبي صلاحي ، الحاج دين محمد ، ، قدرت الله حداد ، انوارالحق احدي ، حبيب الله هوتكي، خالد پشتون ، ودير صافى ، توريالى ځاځی، منت بار ،زبير شفيقي ، رحيم الهام ، روښان خادم ، اسدالله غضنفر ، اكبر اكبر ، ببرك مياخيل او په سل هاو نور نومونه دي چې دا ليكنه يې د ټولو د نومونو د ليكلو له حوصلې نه عاجزه ده. په پښتنوخوا كښې هم د نمونې په ډول يو څونومونه يادوم :خان عبدالغفار خان ، خان عبدالولي خان ، اجمل خټك ، حمزه شينوارى ، عجب خان افريدى ، عبدالقادر خان ، رسول رسا ، پريشان خټك ، قلندر مومند ، سلمى شاهين ، راج وليشاه خټك ، محمد اعظم اعظم او په سل هاو نور ...... په پښتنو كښې سيد جمال الدين أفغاني تير شوى دى . سيد جمال الدين افغاني يو ستر فيلسوف ؤ ، ددغه ستر مفكر په پيدا كيدو سره په شرقي نړۍ كښې د ويښتيا او بيدارۍ او نوي ژوند روح وپوكيد ، د خلكو په زړونو كښې د آزادۍ او حريت هوا په نڅا شوه ، بيده زړونه رابيدار شول ، د عقل او پوهې رڼا خپره شوه او د نوي نهضت ډيوه روښانه شوه . علامه سيد جمال الدين يو ستر سياسي زعيم ؤ ، هغه سياسي روحي او فكري زعامتونه سره په يو خم كښې رنګ كړل ، هغه په اسلامي هيوادو كښې ددين په رڼا كښې د اصلاح او نوښت د پاره كار وكړ ، هغه په اسلامي نړۍ كښې خلكو ته دا لار ښودنه وكړه چې د اسلام مفهوم په حقيقي مانا سره وپيژني ، ځكه چې كه دوي دا كار ونكړي نو دوي به ډير ورسته پاتې شي او د پرمختك كاروان به ورنه ډير په وړاندې لاړ شي.د علامه سيد جمال الدين د اسلامي فكر رڼا په اروپا كښې هم خپره شوه. د اروپا فيلسوفان لكه جان جاك ، او مونت سكو او نورو ددغه ستر مفكر له افكارو څخه ډيرې استفادې وكړې او دډيرو خلكو عقل يې د جمود له قيد څخه آزاد او خلك يې د ژوند او آزادۍ په حقايقو پوه كړل. له سياسي پلوه هم خلكو ته دا موقع په لاس ورغله چې د عزت او كرامت او آزادۍ له ژوند څخه لذت واخلي ، د نړۍ په بيلابيلو هيوادو كښې د ملي او اسلامي حركتونو تخم وشيندل شو ، په غربي نړۍ كښې هم سياسي نهضتونه په پښو ودريدل ، ډير شمير سياسي مشرانو د سياست ډګر ته ودانګل . علامه سيد جمال الدين يو روشنفكر سياست پوه ؤ ، هغه له غربي نړۍ سره كوم عداوت يا كومه دښمني نه درلوده ، هغه يوازى او يوازى په مسلمانانو باندې د غربي نړۍ د ظلم زياتي برداشت نه شو كولاى . علامه سيد جمال الدين غربي نړۍ ته صرف په دې دليل په ښه نظر كتل چې دغه نړۍ د تمدن علمبرداره ده . دعلامه سيد جمال الدين نظر داؤ چې كه اسلامي نړۍ غواړي چې د غربي او شرقي استعمار څخه ځان خلاص كړي نو يواځنۍ لار يې دا ده چې د استعمار په مقابل كښې مقاومت وكړي ، د هغه تجويز داؤ چې ددغه كار د پاره بهترينه او معقوله لار داده چې مسلمانان ځانونه د علم او پوهې په ګاڼه سينګار كړي او په خپل موقف كښې بدلون راولي .د نولسمې پيړۍ په پاى او د شلمې پيړۍ په سر كښې چې په شرق او غرب كښې كوم اصلاحي نهضتونه او انقلابي پاڅونونه پيدا شول ، نو په دې كښې د سيد جمال الدين افغان لوى لاس ؤ. سيد جمال الدين د افغانستان له پاكې خاورې سر را اوچت كړ ، دا هغه پاكه خاوره وه چې ده پكښې خاپوړې وكړې او ددغه تاريخي هيواد هوا دده د ذهن او ماغزو په باغچه ولكيده ، او ددغې باغچې ګلونه يې داسې تازه كړل چې خوشبويي يې ټولې نړۍ ته ورسيده . سيد جمال الدين افغاني په ټوله اسلامي نړۍ كې وګرځيد او د مسلمانانوپه زړونو كښې يې ځاى ونيو.ددى خبرو نه مقصد دادى چې اسامه بن لادن او دده لارويان ، ملا عمر صاحب او دده پلويان بايد د سيد جمال الدين افغان لار تعقيب كړي او دهغه د فكر له پلوشو څخه په استفاده خپل فكر روښانه كړي. د ځانمركي بريدونو نه څه لاس ته نه راځي . ددې په ځاى چې د ځوانانو ماغزه ومينځل شي او د ځانمركي حملو دپاره آماده شي ، ددې نه دا بهتره ده چې ددوي په ماغزو كښې د علم او پوهې دواګانې پيچكاري شي ، تر څو دوي وكولاى شي لكه سيد جمال الدين افغان د خپلې پوهې او علم په بركت په نړۍ باندې حكومت وكړي. يو ځوان ته چې د خودكشۍ واسكټ په تن كيږي له دې سره ددغه ځوان ژوند ته خاتمه وركول كيږي او له دې سره په سل هاو او زرهاو نوربيګناه خلك وژل كيږي. دا څومره ظلم دى. دا څومره بې انصافي ده. دا څومره خيانت دى.پورتني ياد شوي شخصيتونه ټول د تمدن او مدنيت علمبردارن ګڼل كيږ ي ، دوي نړۍ ته د افغانستان نوم د يو متمدن افغانستان په حيث معرفي كړى دى. سيد جمال الدين په ټوله نړۍ او په خاص ډول په عربي نړۍ كښې د ستر نوم او مقام خاوند دى ، عربان افغانستان د سيد جمال الدين په نوم پيژانده ‘ شپږ ديرش كاله د مخه چې زه د اول ځل د پاره كويت ته راغلم نو كويټيان د افغانستان له نوم سره چندان آشنا نه وو ، خو ما به چې ورته دسيد جمال الدين افغان نوم واخيست نو دوي به ويل چې هو! سيد جمال الدين ستر شخصيت ؤ ،په كويټ كښې يو لوى واټ د سيد جمال الدين افغاني په نوم نومول شوى دى. په مصر كښې خو سيد جمال الدين ډير مشهور دى ، هلته د ښونځيو او پوهنتونو په تاريخي تدريسي كتابونو كښې د سيد جمالدين افغاني نوم شامل دى. په افغانستان كښې د دواد خان له شهيد كيدو څخه وروسته معامله خرابه شوه. د مقدس جهاد په څوارلسو كالونو كښې افغانستان ښه نوم تر لاسه كړ ، عربانو د افغانانو ډير قدر كاوه او د احترام په سترګه يې ورته كتل.عربانو له افغان ولس سره ډيرې مادي او معنوي مرستې وكړې اوډير يې ونازول . خو د كميونستي نظام د نسكوريدو نه پس په اويايمه لسيزه كښې چې په كابل كښې كومې فاجعې مينځ ته راغلى په دې فاجعو كښې چې چا لاس درلود ، هغوي د انسانيت ، بشريت ، تمدن ، مدنيت ، اخلاقو او شرافت خلاف كارونه وكړل او د افغانستان سپيڅلى او پاك نوم يې بد نامه او خراب كړ. عربان او بين المللي ټولنه مأيوسه شوه او په خپلو كړو پښيمانه شوه. نن سبا چې بين المللي ټولنه په كرزي صاحب فشار راولي چې يوه داسې كابينه چې په هغې كښې هغه مفسدين چې په اداري فساد كښې لاس نه لري او هغه جنګسالاران چې د خلكو په وينو يى لاسونه سره نه وي جوړه كړي ، همدغه جنګ سالاران او فاسد عناصر په كرزي فشار راولي چې د وي ته بايد په حكومت كښې وزارتونه وركړ شي. كرزى صاحب د دوو تيګو تر مينځ راكير دى. يو خوا ډانګ دى او بل خوا پړانګ. كه كرزى د بين المللي ټولنې خبره ومني نو دا جنګسالاران به ورته ستونزې پيدا كړي او كه د جنګ سالارانو خبره ومني نو د بين المللي ټولنې له غبرګون سره به مخامخ شي. كرزى صاحب بايد د دواړو تر مينځ يوه خوا غوره كړي. زما په نظر كرزي ته بهتره ده چې د بين المللي ټولنې خبرو ته اهميت وركړي او هغه څه وكړي چې ولس يې غواړي. كه بين المللي ټولنه مأيوسه شي او يو ځل بيا افغانستان ته شاه كړي نو داخلي جكړې به بيا پيل شي ، بيا به نه جكسالار ته ته څه په لاس ورشي او نه به هم بل چا ته هر سړی به پيښې وباسي او له صحنې نه به تښتي. همدا ځپلی او مظلوم ولس به نور هم له پريشانيو او بدبختيو سره مخامخ وي. 3- د موثرې ملي اردو ، موثرو ملي پوليسو او موثرو امنيتي ځواكونو د جوړيدو په كار كښې نه پاملرنه او عدم توجه . افغانستان موثر ى ملي اردو ته ضرورت لري ، افغانستان موثر و ملي پوليسو ته ضرورت لري او افغانستان موثر ملي امنيت ته ضرورت لري.په دغه مهم كار كښې تر اوسه پورى توجه نه ده شوى . له دې پس بايد توجه وشي. امريكه او بين المللي ټولنه اوس په همدې خبره تاكيد كوي چې دا كار بايد چټك شي. د امريكې او ناټوپه قواو تكيه كول د عقل خبره نه ده. افغانستان بايد خپلې قواوې ولر ي . افغانستان يو وخت د ظاهر شاه د پادشاهۍ په طلايي دور كښې قوي اردو درلوده ، قوي ملي پوليس يې درلودل ،د استخباراتو اداره يې ډيره قوي وه.څه شوه هغه اردو ؟ څه شو هغه پوليس ؟ څه شوه هغه د استخباراتو اداره ؟ چا د افغانستان اردو ړنګه كړه ؟ چا ملي روزل شوي پوليس له مينځه يوړل ؟ چا د استخباراتو قوي اداره تنس نس كړه ؟ داهغه سوالونه دي چې ځوابونه به يې د قلم په طلايي څوكه وليكل شي او د افغانستان د تاريخ پاڼې به پرې زرينې شي. 4- له طالبانو سره د خبرو آترو او مذاكراتو په پروسه كښې له جديت څخه كار نه اخيستل ، اوبه خړول او ماهيان نيول.طالبان په اوس وخت كښې په يو سياسي ، نظامي ستر ځواك بدل شوي دي.له طالبانو سره بايد خبرې او مذاكرې وشي . هغه طالبان چې له القاعدې سره فكري اړيكې نه لري هغوي بايد تفكيك او په سياسي پروسه كښې شريك شي. له طالبانو سره په خبرو او مذاكرو كې جديت او صداقت وجود نه لري. د طالبانو په ارتباط بايد د نړيوالى ټولنې او د افغانستان د حكومت تر مينځ وحدت نظر موجود وي ، كه دا وحدت نظر موجود نه وي نو دا مشكل به همداسې پاتې وي. كه چيرې امريكا او بين المللي ټولنه واقعا غواړي چې له طالبانو سره خبرې وكړي نو له جديت څخه دې كار واخلي . له طالبانو سره د سولى د پاره د دوي په شرطونو او همداشان د حكومت په شرطونو بايد عملي خبرې وشي. 5- د افغانستان او پاكستان تر مينځ د باور او اعتماد فضا : د افغانستان او پاكستان تر مينځ د تفاهم ، اعتماد او باور فضا د تاريخ په اوږدو كښې هميشه خړه پړه وه. د ظاهر شاه او داوود خان په وخت كښې هم مناسبات چندان ښه نه وو. د افغانستان او پاكستان تر مينځ لانجه د ديورند په كرښه لانجه ده. تر څو چې دا لانجه حل شوى نه وي نو مناسبات به همداسې وي. كه انګريزانو دا كرښه جوړه كړې نه وې او د پښتنو يو زړه يې دوه ځايه كړې نه وې نو نن به د كرښې هغه غاړه پښتانه د پنجابيانو له ولكې آزاد او دومره مشقتونه او تكليفونه به ورباندې نه راتلل، دى خوا پښتانه به هم له دومره مصيبتونو څخه په امان كښې وې. د افغانستان او پاكستان تر مينځ د اعتماد او باور د فضا كه خړه پړه وي نو هيڅ كار كيداى نه شي. ددې فضا د پاكوالي دپاره بايد هلې ځلې وشي پاكستان ته ښايي چې د افغانستان په اړه په خپلو سياستونو كښې تجديد نظر وكړي او په دى هيواد كښې د سولى او امنيت د راوستلو په لار كښې صادقانه همكاري وكړي. د افغانستان حكومت ته هم ښايي چې له پاكستان سره د همسايكۍ نزاكت په نظر كښې ونيسي او په خپل خارجي سياست كښې له تعادل څخه كار واخلي. له هند سره د افغانستان ډيرې دوستانه او نژدې اړيكې د پاكستان د تشويش سبب كيږي. افغانستان بايد له هند او پاكستان سره په خپلو روابطو كښې له تعادل څخه كار واخلي. همداشان افغانستان بايد له ايران او غربي نړۍ سره په خپلو روابطو كښې هم له تعادل څخه كار واخلي. افغانستان په خپل خارجي سياست كښې يوې پخې ستراتيژۍ ته ضرورت لري. ددې ستراتيژۍ د جوړولو د پاره پخو سياستمدارانو ته ضرورت دى. ظاهر شاه پوخ سياستمدار ؤ ، د خارجي سياست د ستراتيژۍ په جوړلو كښې له هغه سره پاخه سياستمداران موجود وو، له كرزي صاحب سره هغسې سياستمدران نشته. د پا چاد پاچاهۍ په څلويښت كلنه دوره كښې اود فغانستان خارجي سياست مستحكم ؤ او د بې طرفۍ په اساس ولاړ ؤ. 6- په دولتي ادارو ، داخلي او خارجي موسسو كښې د اداري فساد شتون. په دولتي ، غير دولتي ادارو ، داخلي او خارجي موسسو كښې داداري فساد شتون د حكومت د كمزورتيا سبب شوى دى . په دې فساد كښې يو شمير داسې كسان هم لاس لري چې په ظاهره ځانونه د كرزي صاحب دوستان ګڼي او په باطن كښې دده د حكومت ملا ماتوي . دا خلك د طالبانو په نسبت د كرزي صاحب حكومت ته زيات خطرناك دي . طالبان خو په ښكاره جنكيږي ، خو دوي لكه د لسټوني ماران دي او د موقع نه په استفاده خپل كار كوي. په ډاكټر نجيب همداسې د لسټوڼې مارانو ډز وكړ. هغه له ډيرې هوښيارۍ په دوو لومو كښې ونښتلو.د اداري فساد د له مينځه وړلو د پاره له قاطعيت څخه كار اخيستل پكار دي. قانون بايد په ټولو يو شان تطبيق شي. هغه كسان چې په اداري فساد كښې لاس لري بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي. د اداري فساد موضوع د طالبانو د قوي كيدو سبب شوى ده. هر څومره چې اداري فساد زياتيږي په هغه اندازه عام خلك له ستونزو او مشكلاتو سره مخامخ كيږي او د خلكو خوش بيني طالبانو ته زياتيږي. عوام امنيت غواړي ، عوام كار او روزكار غواړي ، عوام نيكمرغي او آرامي غواړي. 7- له دولت سره د يو شمير دولتي چارواكو عدم همكاري.په دولت كښې يو شمير دولتي چارواكي له خپل دولت سره رښتينې او صادقانه همكاري نه كوي. يو شمير وزيران ، سفيران ، واليان ، رئيسان د كرزي حكومت ته وفادار نه دي. دوي د كرزي د كارونو په باره كښې منفي نظر وركوي ، تبصرې او خبرې كوي . دا ښه خبره نه ده. ښه كار دادى چې په دولت كښې دولتي چارواكي خپل دولت ته وفادار ووسي. كه وفاداري نه وي نو كارونه په سمه توكه پر مخ تللى نه شي. كه څوك د دولت په څوكۍ ناست وي او دولت تخريبوي دا انصاف نه دى ، دا وفا نه ده ، دا ايمانداري نه ده. كه څوك د كرزي ددولت ضد وي او مخالفت ورسره كوي نو څوكۍ دې پريږدي او بيا چې هر څه كوي هغه دې كوي. د امريكى ددفاع وزير د جمهوري خواهانو د حزب غړی دى خو نن هغه د اوباما په اداره كښې كار كوي او هغه ته وفادار دى. مخالفين له كرزي صاحب له نرم سياست اوښه سړيتوب نه د ځان په ګټه استفادې كوي او په عين زمان كښې يې بدناموي. له كرزي صاحب شا او خوا زياتره خلك هغه ته ښې مشورې نه وركوي . 8- له طالبانو سره د القاعدې تړاو او مرستې.هغه طالبان چې واقعا له خپلو هيوادوالو او هيواد سره مينه لري ، هغوي بايد له القاعدې سره خپلې اړيكې پرې كړي. د افغان حكومت بايد له هغو طالبانو سره د خبرو آترو سلسله پيل كړي چې له القاعدې سره فكري اړيكې نه لري. كومې مادي مرستې چې القاعده يې له طالبانو سره كوي هغه بايد د افغان حكومت له دوي سره وكړي . دا ځكه چې زيات شمير طالبان د اقتصادي ستونزو له امله د القاعدې د پاره كار كوي. د كرزي صاحب په نوي حكومت كښې كه څو تنه اعتدال پسنده طالبان ځاى ولري نو دا به د سولى او امنيت په لار كښې مثبت ثابت شي. 9- له عربي هيوادو په سر كښې له سعودي عربستان سره په سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي او تجارتي اړيكو كښې د توجه نه موجوديت. په تيرو اتو كالونو كښې د افغانستان حكومت په دې ونه توانيدو چې له سعودي عربستان او له نورو خليجي او عربي هيوادو سره په خپلو روابطو كښې هغه بهبود راولي كوم چې لازم دى. له ايران او سعودي عربستان سره د افغانستان په اړيكو كښې بايد تعادل بر قرار شي. ايران په افغانستان كښې ډير فعال دى ، په اقتصادي ، فرهنګي ، تجارتي او اجتماعي عرصو كښې يې ډير كار كړې دى او دډير نفوذ خاوند شوى دى ، د افغانستان په داخلي چارو كښې له حد نه زيات د ايران رول د سعودي عربستان ، عربي او غربي هيوادو د تشويش سبب ګرځي . سعودي عربستان او نور خليجي هيوادونه د ډيرو امكاناتو خاوندان دي ، دوي كولاى شي په بيلابيلو عرصو كښې له افغانستان سره مرستې او همكاري وكړي، ددى مرستو د جلبولو د پاره بايد حكومت يوه ستراتيژي ولري او دى هيوادو ته موقع وركړي چې په افغانستان كښې په اساسي ډول سرمايه ګذاري وكړي . په كويت كښې د افغانستان په سفارت كښې زما د ماموريت په څلور كلنه دوره كښې د افغانستان جمهور رئيس په يو كال كښې (2007 ) څلور ځله كويت ته رسمي سفرونه وكړل ، له دى سره د افغانستان او كويت تر مينځ په اړيكو كښې تودوالى راغى . دا اړيكى بايد بهبود پيدا كړيسعودي عربستان له طالبانو سره اړيكې لري . له دې اړيكو څخه په استفاده د افغانستان حكومت كولاى شي چې له طالبانو سره د سولى خبرې آترې تر سره كړي. د افغانستان د باندنيو چارو د وزارت په چارواكو كښې بايد داسې كسان وي چې عربي هيوادو ته خوشبيني ولري او د هغوي د ښو دوستانه روابطو د ټينکولو د پاره فعاليت او د كومكونو د جلبولو د پاره متين قدمونه اوچت كړي. د افغانستان خارجي سياست بايد داسې عيار شي چې له سعودي عربستان سره يې اړكې د ايران په نسبت لس چنده تودې او نژدې وي. ددې ګټې ډيرې دي ، يوه يې داده چې كه سعودي عربستان په نا امن سيمو لكه كندهار ، هلمند ، پكتيا او نورو سيمو كښې سرمايه ګذاري وكړي نو له دى سره به په نا امنو سيمو كښې د خلكو اقتصادي ستونزې لږې شي او دا به د امنيت د راتلو د پاره لار هواره كړي. د ايران مرستې سياسي او مذهبي بڼه لري ، دې كار په هيواد كښې قومي او مذهبي رقابتونه پيدا كړي دي. 10- په افغانستان كښې د سولى او امنيت د راتلو په لار كښې د امريكې د پخواني حكومت عدم توجه.د بوش تر ادارې لاندې د امريكى حكومت په افغانستان كښې ډيرې تيروتنې او اشتباوې كړي دي . د اوباما تر مشرۍ لاندې د امريكې حكومت او همداشان اروپائي ټولنه غواړي چې د افغانستان لانجې ته د پاى ټكې كيښودل شي ، چې ددې كار علتونه دا لاندې دي: 1- د افغانستان جكړه ډيره اوږده شوه . د جكړې مصارف دومره زيات شوي دي چې د امريكې او اروپائي هيوادونوپه اقتصاد يې منفي اثر اچولى دى2- په افغانستان كښې د امريكا او ناټو د عساكرو وژل كيدل هم بل علت . د امريكا او د اروپائي هيوادونو حكومتونه د خپلو خلكو له خوا تر فشار لاندې دي تر څو دې جكړې ته خاتمه وركړ شي . دوي د افغانستان په جكړه كې د خپلو عساكرو د وژل كيدو له امله تشويش لري. 3- په امريكا او اروپائي هيوادو كښې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو موضوع ددغو هيوادو مشرانو ته اهميت لري. ددې اهميت په خاطر غواړي د افغانستان جكړه يو طرفه شي. د افغانستان جمهور رئيس بايد هغو طالبانو ته عفو وكړي چې :1- له القاعدې سره مفكوروي اړيكې نه لري.2- خپل وطن ورته ګران وي. 3- د ښوونځيو او تعليمي موسسو د خرابولو او سوزولو مخالف دي. .4- د ښځو حقوقو ته درناوى كوي.5- د پرديو هيوادو مزدوري نه كوي.6- د ژوند په ټولو عرصو كښې د هيواد ترقي او پرمختك غواړي. 7- له بين المللي ټولنې سره دښو روابطو او متقابل احترام پلوي كوي.8- د پښتنو د دښمنانو په ګټه له پښتنو سره خيانت نه كوي. كرزى صاحب ، اوباما او بين المللي ټولنه هم بايد له عامو خلكو څخه چې بمبارۍ ورباندې شوي عفو وغواړي، او وعده وكړي چې له دې نه پس به :1- په دوي دا بمبارۍ صورت نه نيسي .2- د دوي د تعليم او تحصيل غم به په عادلانه صورت سره خوړل كيږي.3- د دوي د صحت او روغتيا د پاره به وسايل او تجهريزات برابروي4- دوي ته به د كار او روزكار زمينه برابروي .5- د خلكو مشكلات به د عنعنوي جرګو له لارى حل كوي.6- دولت داسې وطن دوست ، ولس دوست واليان مقرروي چې د ولس په دردونو پوهيږي . 7- داسې چارواكي ټاكي چې په اداري فساد كښې يې لاسونه ككړ نه وي او په اخلاص او صداقت به د مظلومو خلكو خدمت ته ملا تړي. عفو بايد دواړو طرفونو لخوا وشي.تر څو په نتيجه كښې سوله او امنيت د جنګ او جكړو ځاى ونيسي. امين نور بيا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غزني په بيارغونه ۱۵ مليونه ډالر لګول كيږي", "output": "د غزني والي وايي چې د دې ولايت د بيارغونې لپاره به په راتلونکي لمريز کال کې تر١٥ ميليونه زيات امريکايي ډالر ولګول شي. د غزني والي معراج الدين پټان وايي چې په دې يوکلن پلان کې تر ټولوسترې پروژې د اوبو لګولو د اتو بندونو جوړول، د غزني ښار د ټولو سړکونو پخول، د دريو پارکونو رغونه د يوې ستري ديني مدرسې جوړول، د څو ولسواليو ودانۍ، د ښوونکيو او دولتي مامورينو لپاره د ښار ګوټي جوړول، شامل دي. د ده په وينا د بېکارۍ کمېدل به يې د ولايت د امنيت په ښه کېدو هم ډېره ښه اغېزه وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخداي په امان", "output": "په قران په تن باندي زخمي زخمي وه په درناوي يي راته مړي سترګي راواړولي زمابيليدلوپري اثر کړي وو په هغه ورځ باندي چي زه يي ځتګ ته ورغلمه لاس مي کړوردبيا � �يدوپه هيله په څومره غټ زړه مي داخبره ياده کړله ماويل دخداي په امان ځم درڅخه په دي خبره يي معصومي اوښکي وڅڅيدي زماله خولي په وينو تکه سره بس دغه يوه ټپه ووته اوښکي دي پاکي کړه مه ژاړه که ژوندبا� �ي ووبيا به وسي ديدنونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان پوځي الوتکه ولويده", "output": "د پاکستان فرانتيرپوست ورځپاني نن خبر ورکړ نن د نوم وړي هيواد په گوجرانوالا سيمه کې چې په پنجاب ايالت کې موقيعت لري يوه پوځي تعليمي الوتکه راغو� �ځيدلي ده .ويل کيږي د الوتکې پيلوټ د ژغورونکي پراشوت په مرسته ځان ژغورلی دی خو الوتکه له مينځه تل� �ي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محقق او دوستم كله د لږكيو د حقوقو علمبرداران كله جنګسالاران؟!", "output": "ګلا جان كليوا� � د انتخاباتي كمپاينونو له پيل سره د يو لړ جوړجاړيو سره نوماندو پر يو او بل د خپلو تبليغاتي توپونو خولې ور واړولې، د ولسمشر كرزي په باب له محمد محقق او جنرال دوستم سره د ولايتونو او وزارتونو پر سر د تفاهم خبره هم د ده د مخالفو كانديدانو د تبليغاتو يوه مهمه برخه ده، پردې سربېره د ځينو لويديز پالو نوماندو او د لويديزو رسنيو تر منځ هم پر دې د نظر يو والى دى چې ولسمشر كرزي يو ځل بيا جنګ سالاران رامخې ته كړل.آيا دغه تبليغات له افغان ولس سره د خواخوږۍ له مخې دي كه نه تر شا يې نور اهداف دي، كه نور اهداف دي هغه كوم دي؟كه پر دې پوښتنو فكر كوو لومړى راځو دې ته چې نه اوسني د ولسمشرۍ نوماندي په خپلو دې نيوكو او اعتراضونو كې مخلص دي او نه نړيوال پر څو دلايلو:لومړى – تېر كال جنرال دوستم د اكبر باى پر كور يرغل ورووړ، په دې يرغل كې د ولسم� �رۍ اوسنى نوماند لطيف پدرام هم له دوستم سره ملګرى و، له اكبر باى سره چې څه وشول ټول افغانان پرې خبر دي. ولسم� �ر كرزي د كورنيو چارو وزارت ته امر وكړ چې جنرال دوستم ونيسي، پخواني لوى څارنوال او اوسنى ولسمشرۍ ته بل نوم اند جبار ثابت هم د جنرال دوستم دنده په تعويق كې واچوله، امنيتي ځواكونو چې د جنرال دوستم كور كلابند كړ د ام� �يكا پخواني سفير او د تركيې يو وزير ولسمشر ته ورغلل او د دوستم د نه نيولو غوښتنه يې ترې وكړه، ولسمشر كرزي و� �ته وويل چې دا د افغانستان قوانينو ته غاړه نه ږدي، پر كورونو له وسلو سره ننوزي د افغانستان د تجزيې خبرې كوي.خو په نړۍ كې د بشر د حقوقو تر ټولو سترو دعوه دارانو ورته وويل چې نه، پر دوستم به غرض نه لرې.هغه مهال د همدې بهرنيو لوريو په اشاره په افغاني مزدورو رسنيو كې د كرزي پر خلاف دا توپان راپورته شو چې ګواكي دا د قومي تعصب پر بنسټ دي، دلته د لږكيو حقوق تر پښو لاندې كېږي، له دوستم نه د لږكي يوه قوم يو مظلوم ليډر تراشل كېدو، نه چا جنګسالار باله او نه د بشر د حقوقو د دفاع خبره وه، اوس هماغو مزدورو رسنيو او د دوى بهرنيو بادارانو بيا پر جنرال دوستم، محقق او مارشال فهيم پسې د جنګسالار، قاتل څه او څه پروپاګندونه پيل كړي دي.د دغه رسنيو خاوندان او د دوى تر شا ولاړ بهرني لوري دې لږ د هغو ورځو تبليغاتو ته پام وكړي، خپل كلكسيونونه دې ولټوي، كه ضمير لري پر خپل دې منافقانه دريځ به چې هر وخت يې بدلوي لعنت ووايي.دوهم – نه له محقق سره د وزارتونو پر سر جوړجاړى شوى او نه له جنرال دوستم سره، البته د ولسمشر كرزي شعار په هېواد كې همدغه دى چې افغانستان د ټولو افغانانو شريك كور دى. په دې كور كې هر افغان د عزت د ژوند حق لري، دلته پښتانه، تاجك او هزاره څه چې هغه لږكي سكان او هندوان هم بشپړ حقوق لري.كه څوك پوره معلومات واخلي محمد محقق دې ته تمايل درلود چې له كوم بل نوم اند، غالبا ډاكټر عبدالله سره ملګرى شي، خو د هزاره ولس درنو مشرانو دا پرېكړه وكړه چې په هېواد كې د يوه بې تعصبه ملي زعامت لپاره كرزى تر ټولو ښه مخينه لري. خاورې پر دېوال نه نښلي، ښاغلى كرزى چې كومه تر ټولو ښه او د ستاينې وړ ښېګڼه لري هغه دا ده چې له قومي تعصب نه پاك دى، د دې خاورې هر بچى افغان ګڼي، د هزاره ولس د درنو مش� �انو دې پرېكړې ښاغلى محقق دې ته اړ كړ چې له كرزي نه ملاتړ اعلان كړي. دا نو اوس پر ده پورې اړه لري چې د هزاره ولس د درنو مشرانو د ګډې پرېكړې د معنوي ارزښتونو پر ځاى د مادي امتيازاتو، وزارتونو او ولايتونو يادونه كوي.هم دغسې د جنرال دوستم مساله هم ده، د جوړ جاړي او تفاهم بنسټ پر دوه طرفه امتياز وي، په دې كې هېڅ شك نشته، د يوه سالم او د وخت په ټولو حساسيتونو خبر زعامت او مشر ټاكل د هرې ډلې او لوري لپاره امتياز دى، د مادي امتيازونو خبره وروسته ده.له دې تبليغاتو او پروپاګندونو څخه موخه څه ده؟د بهرنيو لوريو تر ټولو ستره موخه د يوه داسې زعامت راتلل دي چې دوى په افغانستان كې د تش په نامه حكومت تر سيوري لاندې هر هغه څه وكولاى شي چې دوى يې غواړي.له ولسمشر كرزي سره د بهرنيانو اختلاف پر همدې راغى چې كرزي د يوه خپلواك هېواد د يوه خپلواك ولسمشر په توګه خپل ځان وځلاوه، د بهرنيانو پر مشكوكو بوختياوو او خپلسريو يې نيوكې وكړې، د بهرنيو ځواكونو د ړندو بمبا� �يو او د ملكي مرګ ژوبلې په اړه يې خبره په نړيواله كچه راپورته كړه، همدې مسالې نړيوال په افغانستان كې د قيادت بدلولو ته را وهڅول، دوى په دې برخه كې ډېرې هڅې وكړې چې ولسمشر كرزى له سياليو تېر شي خو داسې ونه شول، وروسته يې پر يوه تن د خپلو هغو څېرو د راټولولو هڅې پيل كړې چې د كرزي لپاره يو مناسب سيال شي، پر دې هم بريالي نه شول، اوس هم همدغه هڅې، دروغ او كاذبانه تبليغات د دې لپاره دي چې يا كرزى د دوى څه شرايط ومني او يا وضع د ثبات پر ځاى بح ران لوري ته بوزي چې دوى پكې خپلې شومې موخې وپاللاى شي. د مارشال فهيم ستونزه هم همدغه ده، نوموړى له خپلو ټولو كمزوريو او غلطيو سره يو داسې افغان دى چې د عبدالله، ضيا مسعود، قانوني او نورو په څېر يې له خپل ملي هويت او غ� �ور څخه تېر نه شو، ځكه دى اوس د غربيانو په تور لست كې پاتې دى.افغان ولس بايد وپوهېږي چې راتلونكي ولسمشريز انتخابات د يوه ولسمشر د انتخاب خبره نه ده د دې وطن د خپلواكۍ استقلال او حيثيت خبره ده، كه خداى مه كړه به� �نيان او د دوى لاس په نامه كورني نوكران بريالي شول بيا به يو ځل بيا د هېواد هره لوېشت خاوره له موږ نه په وينو د رنګېدو ازمويښت غواړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ای دسولې سپينه بازه", "output": "ای دسولې سپينه بازه زرلښته حفيظ ټول دونياته نظ� �وکړه خوږ جانان په وينوسورشود عراق پلوری ګوره عراقيان په وينوسور شولد غزی په کربلا کې يزدي لښکری ګرځيدسرووينوسيلابوکې مسلمان په وينوسورشوپاڅه پاڅه ای پښتونه د غفلت له خوبه پاڅه هم په ل� �اوهم په برکې هرافغان په وينوسورشودلته هر قدم نفرت دی دلته هر قدم ويرونهپښتنې ميندې شوې بورې ماشومان په وينوسورشولنوردمينې احساس مړه ده ګلمکۍ اوموسی نشتههره پيغله ځوانيمرګه هر يو ځوان په وينو سور شوای دسولې سپينه بازه راشه جنګ منګول کې واخله په يوقب ترستونې تير کړه هرانسان په وينوسورشود حفيظ ښکلې ارم انه پاک الله ته په سجدو شهورته وايه قهر بس ده ټول جهان په وينو سورشو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جلال اباد -تورخم سړک پرانستل شو", "output": "د جلال اباد - تورخم سړک چې د بيا جوړولو او رغاونې کار يې دوه کال وخت ونيو، نن د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړى وزير شوکت عزيز له خوا د يو لړ رسم ى مراسمو په ترځ کې پرانستل شو . دواړ مشرانو د يو بل سړک د جوړولود کار پرانسته هم وکړه . دويم سړک به هم د پاکستان د يو ساختمانى شرکت له خوا جوړ شي .د جلال اباد- تورخم سړک ٧٥ کيلومتره اوږدوالۍ او ٨ متره سور لري چې په بيا جوړولو يې د چارواکو په وينا ٣٣ ميليون ډالر لګښت راغلۍ دي . کرزي له افغانستان سره د پاکستان د مرستو � �دردانى وکړه . شوکت عزيز بيا له افغانستان سره د نورو مرستو يادونه وکړه. افغان او پاکستانى مشران له غرمې مخکې ، چې ټينګ امنيتى تدابيريې د راتګ په موخه نيول شوي وو،ننګرهار ته ورسيدل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بونیر ښار له طالبانو د تشیدو په حال کې دی", "output": "جلالزی رپوټونه د ملکنډ و� �سوالۍ له بنیر ښارګوټي څخه وایې چې دغلته را ټول شوي ګڼ شمیر طآلبان له ښآر څخه د تیښتي په حال کې دي او تر اوسه دا نه معلومیږي چې په کوم لوري روان دي.دغه ښارګوټي د تیر اونۍ په نیمایې کې طالبانو د پاکستان له حکومت سره د صوات د سولې تر تړون وروسته ونیول.طالب وسله وال د سه شنبې په ورځ دغه ښار ته ورغلل او ټولي چا� �ي یې په خپل لاس کې ونیولي.عیني شاهدان وایې په ټوله کې لوړ پوړي طالب چارواکي له دغه ښار څخه په وتو دي خو ښایې ټیټ پوړي طالبان همدلته پآتې شي.داسي ګنګوسې شته چې د پاکستان دولت خیال لري په دغه ښار حمله وکړي او پکې د طالبان جرړې وباسي.دغه ۷۰۰۰۰ کسیزه ښار ګوټې دمګړۍ د طالبانو په ولکه کې دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قدرمن کرزي صاحب ته دزړه خبره :", "output": "قدرمن کرزي صاحب ته دزړه خبره : رســـــــــیدلی یې کـــــــــــرزیا لـــــــــــــوړ مـــــــــــــقام ته د تـــــــــــــــــــاریخ د عــــــــــــــــــبرتونو امـــــــــــــتحان ته دا مــــــــــــقام نه دی دا ســـــم پلـــــــــــــــــــصرات دی لاره وزي یا جــــــــــــــنت تــــــه یا نــــــــــــــــــــــــیران ته پــــر بـــــغل دې پــــــــــروني لــــــــوټماران ګــــــــــرځي خـــدای دې خیر کړي د ستا سر ته ، زمــــوږ ځان ته لـــــږ چـــورت ووهــــه له تا نه مخـــــــــکې څـــوک وو چې مخـــــتوري شــول تـــاریخ او پاک سبـــــــــــــحان ته کړکـــــــــېښ ولوله په ځان چــــــې غـــــــــــــره نه شې غــــــــرور ډیر دي شرمــــــولي لـــــوی افـــــــــــــغان ته پــام کړه ، پــام کــړه سیاسي مــــامـــــلې مـــــــه کــــړه زېږ پښتون یې تسلیم نه شې کــــوږ وجـــــــــــدان ته دا وطن نـــــور د ټــــــوپک په لاره نه ځـــــــــــــــــــــــي حاجــــت نه شتــــه لاپـــو ، شاپــــو د بـــــــــــــــــــیان ته په هــــــر غـــله د امــانت اعـــــــــتماد مـه کــــــــــــــــــړه بې وجــــدان به څـــنګه غــــوږ نیسي وجــــــــــدان ته ګـــوره، ګــــوره ظاهــــر شاه بابا هـــېر نه کـــــــــــــــړې بې رهـــــبره بـــیړۍ مـــــه بــــاسه تـــــــــــــــــوپـــــــــان ته که په غــــلو باندې تـــکیه شې ســــر به بایـــــــــــــــلې ټول وطــن به ور په ګـــنډه شي شــــــــــــــــــــــیطان ته حاکـــــمان چې نفسي چـــــارو ګـــــــــــــــــــــــــونډه کړي شـــــرمیدلي هم افــــــغان ته هم جـــــــــــــــــــــــــــــهان ته سر په لاس او خــپلې پــښې دې پـــــولادي کــــــــــــړه د الله په هـــــــیله مـــــخه کــــــړه مـــــــــــــــــــــــــــیدان ته د مــــــــــیرویس او احــــــمدشاه په لاره لاړ شـــــــــــــــــه چې تاریخ کې شې سرخ رویه ټـــــــــــــول جـــــــهان ته حمـــــــــــیدي د ګران هـــــــــــــــــیواد ارامي غـــــــواړي خدای دې خیر کړي د کـــــــــــرزي صاحب کاروان ته ۲۴\\۶\\۲۰۰۲"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کانديداکاډيميسن محمدانورنوميالی په حق ورسېد", "output": "عبدالله احسان - هالنډ ( ۴ /۱۰/۲۰۰۶ ) کانديد اکا� �يميسن استاد محمدانور نوميالی چي ۱۳۰۶ لمريزکال د سلواغې دمياشتي پر ۲۹مه (۱۹۲۸ ميلادي کال دفبروري � �۹مه ) په کندهار کي زېږېدلی او نن چهارشنبه د ۱۳۸۵ لمريز کال د تلي ۱۲مه ( ۴-۱۰-۲۰۰۶ ) سهار پنځه بجې په � �نمارک کي د اته اويا کلونو په عمرد زړه حملې له کبله په حق ورسېدﺉ . کانديد اکاډيميسن څو کا� �ه پخوا له کابل څخه روسيې او بيا په ډنمارک کي مېشت سو . خدای بخښلي نوميالی صاحب تر يوشمېر علمي کتابونو ترليکلو تر څنګ دافغانستان دعلومو اکاډمي اوپښتوټولني سره هم رسمي کار کړﺉ و . داستاد نوميالي صاحب پوره ژوندليک او د جنازې ځای اونېټې په اړه به مالومات وخت پر وخت له بېنواويبپاڼي خپاره سي . په ډنمارک کي د کانديداکاډميسين نوميالي صاحب زوم ښاغلي رفيع الله بېنواويبپاڼي دارواښادپه اړه داسي وويل : څرنګه چي زموږ کور دنوميالي صاحب کور ته ډېرنژدې دی نو نوميالی صاحب هر ماښام ډوډۍ خوړلو ته زموږ کورته راتی ،يوځای به مو ډوډوۍ خوړله ، خپل کوچني لمسي ته به يې پښتوليک لوست ښود، مجلس به مو کاوه بيا به بي� �ته داستراحت له پاره خپل کور ته تی .تېره شپه هم داغسي وسوه څرنګه چي اوس هوا لږ سړه سوې ده ، لږ زکام و . � �وډۍ مويوځای وخوړه ، خپل لمسي ته يې پښتودرس ورکړ، پر ځينوچارو وږغېدو، ماخستن نهه بجې يې ويل چي کور ته ځم ، څ� �نګه چي باران و نويې زه او خپله لور يې تر کوره ملګري سوو . يوساعت وروسته يې ټيلفون وکړ چي لږ يخ مي کيږي . موږ کور ته ورغلو ، حالت يې د اندېښنې وړ نه و ، که څه هم ده مخالفت کاوه خو موږ بيا هم ډاکټر ته بوت ، معاينات يې وسوه ، ښکاره سوه چي سينه بغل دﺉ . ډاکټر دوا ورکړه ، کورته د راتګ پروخت مو ورته وويل چي نن زموږ کور کي بيده سه ، ده ونه منله ، ويل يې چي نه زه تکړه يم . سهار مي زنګ ورته ووهه چي احوال يې واخلم خو ټيلفون ته يې جواب نه وايه ، ماويل چي بيده به وي . بيا مي ورته زنګ وهه هم يې ځواب ورنه کړ . وروسته مي مېرمني راته زنګ ووهه چي پ� �ار ته مي زنګ وهم غوږۍ نه اخلي ته ورسه ناروغي يې ډېره سوې نه وي . کله چي مي يې دکور دروازه وټکوله هم يې ځواب رانه غی ، دکور کيلي مي يې لرله ، دروازه مي خلاصه کړه ، ورته ږغ مي کړه خو ځواب نه و . . . کله چي يې د خوب خوني ته ورغلم دﺉ په خپل ځای بېده و ، هلته پوه سوم چي نور نه زما خبري اوري اونه ځواب راکوي . خدای بخښلي محم دانور نوميالي تر دې مخکي هم د زړه ناروغي لرله ، دا ناروغي يې په وروستيو درو مياشتو کي تر پخوا زياته سوې وه . ډاکټرانو پنځه ورځي وروسته دوشنبې د زړه عمليات له پاره وخت ورته ټاکلی و . ښاغلي رفيع الله ددې پوښتني په ځواب کي چي داوراښادنوميالي صاحب دجنازې په اړه څه پلان لري وويل : خپله لور يې غواړي چي جنازه دلته په ډنمارک کي خاورو ته وسپارله سي . ځيني نور کسان هم دا پوښتنه کوي ، زه دفعتآ هيڅ نه سم ويلای، په دې اړه بايد د ارواښادنوم يالي صاحب ملګري او دافغانستان پوهان او علمي شخصيتونه موږ ته مشوره راکړي . ښه به داوي چي که کندهار ته د نوم يالي صاحب دجنازې دلېږدولو امکانات برابر سي او په خپل پلرني ټاټوبي کي خاورته وسپارل سي . دارواښاد نوميالي صاحب د کورنۍ ځينو غړو بېنواويبپاڼي ته د نوموړي دجنازې په اړه داسي وويل : د ارواښادنوميالي صاحب زوم ( بريالی په هالنډ کي ) څه موده مخکي يې خپل يوشمېر اثار خپلي لورته راولېږل او ورته يې وويل چي دغه اثار مي راته وساته هسي نه زه مړ سم او دغه اثار مي څوک وسوځوي . بريالي بېنواويبپاڼي ته وويل چي دﺉ غواړي د ارواښاد نوميا� �ي صاحب جنازه د کندهار په ولايت کي خاروته وسپارله سي . بريالي زياته کړه چي په کندهار کي يې له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره په دې اړه خبري کړي تر څو هلته د کلتوري کړيو او فرهنګپالو مشوره ترلاسه او دجنازې دلېږد په وخت کي لازم تدبيرونه ونيسي . دارواښاد بل زوم ( په لندن کي مېشت ناصر ريشا ) بېنواويبپاڼي ته وويل : موږ دا� �واښادنوميالي دکورنۍ غړي او دوستان به خپلي ټولي هڅي په کار واچوو تر څو دارواښاد جنازه افغانستان ته انتقال کړو او بيا يې په کندهار کي جنازې مراسم پرځای او خاورو ته وسپارو ، ارواښادنوميالی صاحب يوازي د خپلي کورنۍ نوميالی نه بلکي د ټول افغانستان يو نوميالی شخصيت و . داسي اکاډميک اوعلمي شخصيتونه يوازي دخپلو کورنيو نه بلکي د ټول هيواد شتمني وي . ليکوال او نوميالي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني بېنواويبپاڼي ته وويل : که دارواښاد نوميالي صاحب جنازه کندهار ته ولېږدوله سي دا ډېره ښه خبره ده ، مګر په دې پرېکړه کي لومړنۍ حق ددوﺉ کورنۍ دغړو دﺉ چي ددوﺉ کورنۍ څه غواړي ، که ددوﺉ کورنۍ ددې کار سره مخالفه وي اونور کسان يې ونه مني هم ښه کار نه دﺉ .په دې اړه بايدددوﺉ دکورنۍ دغړو سره خبري وسي . په ډنمارک کي مېشت ښاغلي عبدالمجيدارغستاني چي دارواښادنوميالي صاحب دځان او ښاغلي محمديعقوب وزيري نظر داسي راته څرګند کړ: دلته په ډنمارک کي مېشت فرهنګپال افغانان ، او د ارواښاد نوميالي صاحب زوم � �اکټر شېر حسن راته وويل چي غواړي دارواښادنوميالي صاحب جنازه افغانستان ته انتقال کړي ، ښاغلي ارغستاني بېنواته وويل چي ارواښاد نوميالی صاحب د کندهار ولايت د نومياليو له کړيو څخه يو و ، او بايد په خپل پلرني ټاټوبي کي خاورو ته وسپارل سي . په دې سخت خپه يم چي دکندهار نوميالي ورځ په ورځ راڅخه ځي ، دادﺉ د علامه ح بيبي ، فاضل استاد بېنوا، علامه رشادبابا وروسته يو بل نوميالی کانديد اکاډميسين محمدانورنوميالی هم راڅخه جلا سو ، موږ بايدپه کندهار کي د نومياليو يوه بېله سوې هديره ولرو چي دغه نوميالي مو ټوله په يوه ځای کي خاورو ته وسپارل سي او يو ښه مزار پر جوړ سي . ښاغلي حبيب الله غمخور چي اوس دامريکاپه سفر بوخت دﺉ بېنواويبپاڼي ته وويل : اول خو په دې سخت خپه يم چي په يوه داسي وخت کي مي امرېکې ته سفر وکړ ، نن مي هرڅه کوښښ وکړ خو ونه توانېدم چي سهار ته ځان بېرته سويډن ياډنمارک ته ورسوم ، خود ټيلفون له لاري ددوستانو سره په تماس کي يم . په سويډن ، ډنمارک اونورو هيوادونو اوهمدا ډول افغانستان کي دا دټولو مشرانو ، فرهنګپالو او دنوميالي صاحب د دوستانو غوښتنه ، هيله او دنده ده چي افغانستان ته د نوميالي صاحب د جنازې په لېږدولو او بيا په کندهار کي خاورو ته د سپارولو په لاره کي خپلي هڅي ګړندۍ کړي . که خداﺉ کول دخدای بخښلي ارواښادنوميالي صاحب جنازه به دکندهار پوهنتون په شاوخوا کي دعلامه رشادبابا مزار ته نژدې خاورو ته وسپارله سي . ليکوال او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک له کاناډاڅخه بېنواويبپاڼي ته وويل : دا خو ښه خبره ده که دارواښادجنازه کندهار ته ولېږدوله سي ، خو د سيمي امنيتي حالت ته په کتو سره زما په ګمان بهتره داده چي که اوس دارواښادنوم يالي صاحب جنازه دامانت په توګه په ډنمارک کي خاورو ته وسپارله سي ، کله چي امکانات برابر سوه بيا به په فرصت سره هيواد ته ولېږدوله سي . دارواښاد استادمحمدصديق روهي جنازه هم لس کاله پخوا په جرمني کي دامانت په توګه خاورو ته سپارله سوې وه ، او ارواښاد بېنواتر اوسه په امرېکاکي دامانت په توګه خاورو ته سپارل سوی دی . په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو دګډي جرګې مشر ، � �يکوال اوکره کتونکي ښاغلي زرين انځور بېنواويبپاڼي ته وويل : په هر صورت بايد دارواښاد محمدانور نوميالي جنازه هيواد ته ولېږدوله سي او هلته په کندهار کي د کندهار پوهنتون پرشاوخوا خاورو ته وسپارله سي . دا به ددې سيمي له پاره د يوه علمي او اکاډميک سمبول حيثيت ولري . په دې اړه بايد کلتوري ټولني او فرهنګپال خپلي هڅي سره همږغي کړي تر څو دارواښاداکاډميسين محمدانورنوميالي جنازه په ډېرعزت او درنښت سره خپل هيواد ته ولېږدول سي .موږ به په دې اړه خپل دريځ د يوه پيغام له لاري هم څرګند کړو . ارواښادمحمدانورنوميالي څه موده مخکي له بېنواويبپاڼي سره خبري کړې ددې ځای په کښېکاږلو سره يې واورﺉ . نوموړي د ژوند تر وروستۍ شپې پوري يې دعلم او پوهي لاره تعقيب کړه ، هم يې ليکنه او م طالعه کوله او هم نورو ته ښوونه .په خپل لاس تر ټولو وروستۍ ټيپ سوې ليکنه يې د ( هغه پلا او دا پلا) تر سرليک � �اندي په بېنواويبپاڼه کي د خپرېدو په هيله د ښاغلي ارغستاني پذريعه رالېږل ، دهيواد او ولس سره يې ژوره م ينه درلوده ، له ورځنيو حالاتو يې ځان خبراوه ، چاپي راډيووي او انټرنټي خپروني يې تعقيبولې ، او د بېنواويبپاڼي سره يې ديوه کال په اوږدو کي وخت په وخت همکاري کوله ، او غوره مشورې يې رالېږلې . دنوموړي دمرګ په لومړۍ ورځ تر ټولو لومړنۍ ځانګړﺉ پروګرام دامريکاږغ اشناراډيوله خوا ښاغلي عبدالباري جهاني جوړ او وړاندي کړ چي ښاغلی محمدمعصوم هوتک يې مېلمه او د ارواښادنوميالي صاحب پر ژوند اواثارو په مفصل ډول سره ږغېدلي دي . داشناراډيوڅخه په مننه سره دادﺉ هغه ټوله پروګرام دبېنواويبپاڼي له لاري ددې ځای په کليک کولو وړاندي کيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمننې پيغام", "output": "بسم الله الرحمن الرحيم لكه څرنګه موچې دوه ورځې وړاندې دهيواد دملي امنيت دكاركوونكوله خوا ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمش� �تابه پلاوي دغړي اوددريځ خپرونې دمسئول مديرمحمداجمل هوډمن دنيول كيدو په هكله په ګڼوچاپي ، غږيزو ، انځو� �يزو اوبريښنايي خپرونوكې خبرونه خپاره شول اوپدې اړه يې له دريځوالوسره خپله خواخوږي وښودله ، چې له نيكه م� �غه دغو فرهنګيانواودګران هوډمن دكاري دفترهمكارانودنوموړي په راخوشې كيدوكې نه ستړې كيدونكې منډې ترړې كړې . نولدې امله ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې مشرتابه اوغړي له ټولوهغوكسانوڅخه چې دمحمداجمل هوډمن په راخوشې كيدوكې يې له دريځوالوسره مرسته كړې ، دزړه له تله مننه كوي اوكورودانى ورته وايي اوله سترڅښتن ( ج ) څخه ورته په ټولوورځنيوچاروكې دپوره برياوو هيله كوي . په تل پاتې كليواله پښتني مينه ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زابل کې دولتى ځواکونو اومخالف جنګيالوجګړه کړې", "output": "افغان چارواکو او طالب اورپکو دا منلې چې تيره شپه د زابل ولايت مرکز قلات ته څيرمه د ملى اردو د ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ جګړه شوې ده . طالب اورپکو ادعا کړې ده چې ٧ تنه دولتى عسکر يې وژلي دي ، مګر د زابل د پوليسو مشر جنرال نبى ملاخيل بيا دا خبره نه منى او وايي،چې په دې جګړه کې هيڅ ډول مرګ او ژبله ددوى لورى ته نه ده رسيدلې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دولت :دهرخوځښت ملاتړکووچه هيوادپه ګټه وی", "output": "دولت د هر هغه خوځښت ملاتړ کوی چی د قومو نو د مشرانو له خواه په لاره واچول شی او د هيواد په ګټه وی دا ټکی د افغانستان د جمهوری رياست وياندی کريم رحيمی د سه شنبی په ورڅ په يوه خبری غونډه کښی څرګند کړ.هغه وايی چی د افغانستان په ګوډ ګوډ کښئ د ښونځيو د ساتنی په موخه ستر ملی خوځښتونه پيل شوی تر څو د هيواد د ماشومانو او ځوانانو دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.د ولسمشر د وياند دا څرګندونی په داس حال کښی را برسيره شوی چی څه موده وړاندی د کنر ولايت د ١٤ ولسواليو مشرانو په يو ګډه ناسته کښی په داسی يو خوځښت سره سلا شول چی که د چا د کورنی غړی د حکومت پر وړاندی په جګړه لاس پوری کړی نو کور ته به يی اور واچول شی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل په زړه کې د بربنډو توره بوره؟ ( د جلالزي لیکنه)", "output": "د کابل په زړه کې د بربنډو تو� �ه بوره؟ ( د جلالزي لیکنه) لیکوال میرویس جلالزینیټه: د اګسټ اومه دلته هیڅ څوک په لومړي ځل نه پوهیږي چې څرنګه او له کومي لاري دې ودانۍ ته ننوزي. د ودانۍ مخې ته ګڼ شمیر هغه ډبرین دیوالونه او د خاورو پنډي تر سترګو کیږي چې د بهرنیو سفارت خونو او عسکري قشلو مخي ته نن صبا تر بل هر ځای ډیري لیدل کیږي. � �یکن دا ځای نه کومه بهرنۍ سفارت خانه ده، نه عسکري قشله او نه هم کومه وزارت خانه. له سختي او څو ځلي تلاشۍ وروسته ودانۍ ته او په هغې کې یو لوی صالون ته ور دننه شوم. دا صالون له څلورو خواو په سرو او شنو � �نګینو څراغونو کې پوښل شوی او په مخامخ برخه کې یې یو کوچنۍ ستیژ تر سترګو کیږې . په دې ستیژ سیاست مداران نه را څرګندیږي. دا ستیژ لاندې باندي په څراغونو ډیزاین شوی او د نړۍ د تیارې پلازمیني کابل په څير یو ښار کې چې په ۴۸ ساعتونو کې یوازي پینځه ساعته بریښنا لري، له باور څخه لري او خیالي بریښي. د دې بازار لوم ړنی مشتري په دې ډول یوه ښار کې چې په دې ورستیو کې یې بهرنیان د ویرې او ارواح د ښار په نامه پیژني، له راتګ څخه دمخه د داسي یوه مفشن او د غربي دیموکراسۍ په غیږه کې د نغښتي یو صالون د شتون تصور هم نه شي کولای . دې ځای ته هر معمولي کس او په خاصه توګه معملوي افغانان د راتګ اجازه نه لري، بیې پکښې آسمان ته ختلي دي او په دې سربیره زمونږ د ډیرو افغانانو ورځنی عاید خو تر یوه امریکایي ډالر هم لږ دی. ملګری مې راته وویل چې نن شپه ترهرې بلي شپې ډیر بهرنیان دلته تر سترګو کیږي لیکن بی افغانانو هم شپه نه صبا کیږي. د کابل د دودپاله ښار په زړه کې د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه یوازي ۱۰۰ متره لري دا صالون موقیعت لري. دلته د افغانستان د هرې بلي برخې په پرتله زیاته دیموکراسي پلي شوي ښکاري، هغه ولس واکي چې غربیانو یې د راوستلو لپاره د بن له کنفرانس را پدې خوا څه کم ۲۰ ملیارده امریکايي ډالر لګولي دي. د دې څپ څپاندې ولسواکۍ ماته بیړۍ د څه باندې زر تنو بهرنیو سرتیرو په مړیني سره اوس یو ځل بیا د ډوبیدا شیبي شمیري. د امریکا دفاع وزارت تی� �ه میاشت په یوه تازه رپوټ کې وویل چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو را پدې خوا په دې ملک کې د وژل شویو ټولو به� �نیو سرتیرو شمیره له زر تنو واوښته . افغانستان چې یوه دودپاله مذهبي هیواد دی ، ډیری وګړي یې د ولسواکۍ او نړیوال توب له مسلو سره بلدتیا نه لري او د ګوتو په شمیر هغه چې یې لري بیا دیموکراسۍ په اصلي مفهوم سر نه خلاصوي. (( افغانان د نورو د خویندو او ښځو لپاره دیموکراسي غواړي خو کله چې یې خپل ځای راشي بیا هر څه بل ډول وی)) دا د ( شبو) په نامه د یوې تنکۍ پیغلې خبري دي چې په دې نڅاځای ( ډیسکو) کې کار کوي. شبو چې د خپل اصلي نوم ښودل نه غواړي په خپله هم له ایران څخه تازه را په کور شوي ده او وایې چې په ایران کې زیږیدلي او هملته یې زدکړي کړي او بیا یې په تازګۍ دا دنده تر لاسه کړي ده . هغه په خپلې دې دنده کې زیاته خوشهاله ښکاري خو ښایي موسکا، په ناز او نخرو تګ د هغې د دندې ځانګیړنه وي. د افغانستان ډیری خلګ د دیموکراسۍ په مفهوم نه پوهیږي او عام افغانان خو یې د بداخلاقۍ او له حد څخه د تیریدو په نامه پیژني خو د شبو په څير یوه لوستي نجلۍ هم له دې ویوکې څخه سم مفهوم نه لري. هغه وایې چې دلته هیڅ څوک په چا کار نه لري، او هر څه په خپله خوښه دي. شبو د قهوې پیاله په میز کیښوده او په ښکلو او زړه ښکونکو زرې جامو کې د هغه بل میز په لوري ورغله چیرته چې یو پنډ تور پوټوکی بهرنۍ ناست وو. لس دقیقې به نه وي تیري چې ملګري مې راته د تګ وویل خو ناڅاپه د صالون په دننه کې د لوډ سپیکر په مټ نارې شوي چې نن د تایلند دوه میلمني د ګډون والو د زیاتې خوښي لپاره را غوښتل شوي دي. ناڅاپه صالون په تپه تیاره کې پټ شو او یوازې هغه ډیوې ( شمعې) روښانه وي چې د میزونو پر سر د رڼا لپاره نه بلکه د ښکلا لپاره ایښودل شوي وي. د صالون د لوژ څراغونه روښانه شول او دوه پنځوس په سلو کې ب� �بنډي ړپنده نجوني چې افغانۍ نه ښکاریدې په لوژ را ښکاره شوی او سمدستي افغاني موسیقي هم پیل شوه. د � �یسکو د انتظامیانو له ژمني سره سم دا دوه نجونۍ د ټایلند هیواد وې چې په اړه یې په لود سپیکر کې ویل شوي وو. ګډون والو د نڅا په افتخار لاسونه وکړپول او ځینو خو ګیلاسونه هم وکړنګول. بانډار تازه شو او د صالون څراغونه روښانه شول. نجونو زړه ښکونکي او نابلده د بهرنیانو په خبر ډانس کاوه ، ځینو میلمنو له خنداګانو او زیاتو مزو میزونه کړپول او ځينو هم د قیلون ( ایراني چلم) دوخړي الوزولي. د شپې څه کم یوه بجه وه چې په دې صالون کې حاضر بهرنیان او یو شمیر هغه افغانان هم د ګډا محفل ته ور ننوتل کومو چې له ځان سره کورنۍ او یا هم به� �نۍ نجوني را وستي وي. زه او ملګری مې د ناخوانده میلمنو په څير د صالون په مخکنیو څوکیو کې لوژ ته ښه نژدې ور ناست وو او په دې هم نه پوهیدو چې د کوم ملک موسیقۍ صالون ښوراوه. هغوي نن شپه نه پوهیدل چې له دې صالون څخه بهر څه تیریږي، او د هغه ښار حالت او بڼه څرنګه ده چې پکې دا ډیسکو موقیعت لري. د ډیسکو منجیر چې ماته ګوډه پښتو یې زده وه راغی او تر لاسه یې ونیولم ، ځوانه دا د( تورې بورې) ډیسکو ده، دلته کراري د چا نه خوښیږي، هر شپه همداسي ډز او ډوز وي را پورته شه هغه اندیښني ووژنه چې طالبانو کابل ته راوړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بوش څرګندونې او په عراق کې د ١١ تنووژل کېدل", "output": "د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش د لومړي ځل لپاره دا ومنله چې امريکايي پوځ ته په عراق کې برياليتوب نه په برخه کېږي. په يوې وينا کې نوموړي وويل چې په عراق کې زموږ پوځ نه د برياليتوب سره مخ دى او نه له ناکامي سره. بوش وويل چې روان کال د امريکايي پوځيانو او عراقي وگړو لپاره يوستونزمن کال و. هغه زياته کړه موږ د ډاډمن کېدو او له پوځ څخه د يوه اوږد مهاله جګړې د تحمل لپاره او د زياتو دندو د ترسره کولو په اړه چې موږ يې له هغوى څخه غواړو اړتيا لرو. زه باور لرم چې موږ د امريکا د پوځ سمندري ځواکونو د دايمي شمېرو د زياتېدو لپاره اړتيا لرو. ما د دفاع له وزير رابرټ ګيټس څخه وغوښتل چې د دې ډول زياتوالي د څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي او په چټکۍ سره ما ته رپوټ راکړي. بوش وويل چې ده په عراق کې د پوځيانو شميره زياته کړي خو تر اوسه يې کومه پريکړه نه ده کړي. هغه وويل د آزادۍ لپاره پرمختګ هېڅ کله آسانه نه دى او عراق دا ښودلې چې څومره کېداى شي ستونزمن وي. اوس مهال زموږ وګړي غواړي چې جګړه پرې نږدو. موږ کولاى شو چې د ځواکونو د ځاى پر ځاى کولو او زموږ د منابعو لپاره هوښيار اوسو. موږ کولاى شو له خپلو عراقي همکارانو څخه زياته مرسته وغواړو او موږ به دا کار وکړو. دغه راز نوموړي دا خبره هم ومنله چې په عراق کې مخالفينو د امريکا هڅې له گواښ سره مخامخ کړي دي. بله خوا نن هم د عراق د پلازمېنې بغداد په ختيځ کې يوه ځان وژونکي د پوليسو اکاډمۍ ته نږدې د پوليسو د يوې ډلې په منځ کې ځان وچاوه چې په ترڅ کې يې ١١تنه ووژل او شاوخوا ١٨ نور ټپيان شول. له همدې سره جوخت عراقي پوليسو وويل چې د پلازمېنې بغداد په بيلا بېلو برخو کې د ٧٦ تنو مړي چې د زورونې نښې په کې ليدل کېږي موندل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند: يوتن د خپل ماین له لاسه ووژل شو او بل تن زخمي شو", "output": "دغه خبره دهلمند ولایت دامنی قوماندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وکړ. نوموړی وویل : چی تیره شپه دووتنو غوښتل چی دهلمند ولایت د لښکر ګاه ښارد صافیانو په سیمه کی پولیسو ته ماین ځای پرځای کړی چیپې ماین د پولیسو له رسیدو سره سم پر نوموړو کسانو وچاودید یو تن یی ووژل شو او بل تن ېې هم ټپي شو .او دیو ه بل خبر له مخی په هلمند کی دایساف یو س� �تیری ووژل شو او بل تن یی زخمی شو .د ایساف ځواکونو له خوا په یوی خپری شوی خبرپاڼه کی راغلی دی چی دجولای په ۲۹ د ایساف یو سرتیری د هلمند ولایت دنهرسراج په ولسوالی کی ووژل شو اویو بل تن ېې هم زخمی شو.په خبرپاڼه کی � �اغلی دي چې دغه سرتیری د يوې نښتی په ترڅ کې وژل شوی دی او یو بل تن هم زخمی شوی دی د وژل شوی س� �تیری هویت لا تر دا مهاله پوری نه دی په ګوته شوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهالنډ لومړی وزیر افغانستان ته راغلی.", "output": "نن دهالنډ لومړی وزیر یانگ پیتر کابل ته راغی او دولسمشرۍ په ماڼۍ کې یې ولسمشر کرزي ولیدل بیا دواړه مشران خبري غونډې ته دخبریالانو په وړاندې څرگند شول. لومړی ولسمشر کرزي له لومړي وزیر څخه دراتگ مننه وکړه او وې ویل چې له لومړي وزیر سره یې دترو� �یزم سره دجگړې په اړه غږیدلی ولسمشر دهالنډ له حکومت څخه مننه وکړه چې ناامنه ولایت ارزگان ته یې دامنیت دخوندي کولو لپاره یې سرتیري استولي. دغه راز لومړي وزیر یانگ وویل چې هیواد یې ژمن دی افغانستان سره دبیارغونې مرستې ډېرې کړي نوموړي دغه راز دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغانستان ته دپولې هغه غاړې پاکستان څخه وسلوال راوړي او بې امني جوړوي نوموړي وویل له پاکستان سره باید په دې اړه پراخې خبرې وشي. بل لورته ولسم� �ر کرزي دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې وروستیو دغربي مطبوعاتو هغه تورونه چې په دولت او ولسمشر یې کړي چې گواکې اداره یې سمه نده او دحکومت په جوړولو کې ولسمشر پاتې راغلی ولسمشر وویل چې دویوه خپلواک حکومت رهبري کوي او دغربي مطبوعاتو وروستۍ لیکنې ددې لامله دي چې ولسمشر کرزی له غربي هیوادونو سره دجگړې په اړه په ځینو برخو کې ورسره جوړ ندی ولسمشر وویل نو ځکه غربي مطبوعات دا موضوع په نورو برخو کې رانغاړي. دهالنډ دلومړي وزیر دا لومړی سفر وه چې افغانستان ته یې درلود او همدا نن بیرته خپل هیواد ته ستون شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داميد و نو پسرلې", "output": "ښکلې ښکلې پسرليه د ښکلا سره را ځهپه � �و رينه د ښا يسته ښکلي هوا سره راځه ا نتــظا رد ښې هوا لرو له تا نه پســر� �يهتا ريکئ ته ځواب ورکړه د رڼا سره را ځه په تا زه چي سمد ستي شي مړا وي زړونهدسرو ګلو د غنچواو سمسورتيا سره را ځه ستا د پېرزو يني ښې کيسې مي او ريد ليد ښه نيت ښه برکت او ښه سخا سره راځه زموږ د هيــلود کا روا ن پر ربا ط شـپه دهدوی راپاڅـوه له خوبه په ويښــتياسره � �اځه زموږ په شونډو کښي بيخي تبسم ورک دیا ې پرلاري پسرليه د خند ا سر ه ر ا ځه زموږد ننګ کيسې تا هم دي ا و ر يد ليهيرمو نکړي پـه هغـه زړورتيا سره را ځه دپردو ډول ته په شپه او ورځ ا تــڼ کــــړوخپل مو هېردئ د ډاله او د نڅــا سره راځه د خو ښي زېرې دي بيا کور په کور ګرزيسـتا راتلوته ضرورتدئ په رشتياسره راځه کـه غاټول که بنف� �ــشه او کـه نر ګــس د يښه راغلا ست وايي و تاته دوړتياسره راځه فـاروق دي درا تـللو انتظار کوي په لارکښيدنووسـوغـاتو او نوو هيلو دسبــاسـره را ځه &n; bsp;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مات غمی", "output": "يادېږي مې ډېر زيات د وړانګې پل غوندې جانانراپېښ کړې خدايه! نن دګل غزل غوندې جانان د زړه د مات غمي شونډې مې تل لولي ملګرود ستړي لاروي د ورک منزل غوندې جانان د شپې په تور بخملو اننګو کې راته خانديد ګورو غرو په منځ کې د ځنګل غوندې جانان چل بازې زمانې څه په خواږه کشمکش يوړد زړه له افغانستان نه د کابل غوندې جانان د ښار د ښايستونو مينارې پسې نسكورېجلانه جنتي ژوند دی شډل غوندې جانان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ايران كي دميشتوافغانانودځوروني بهير", "output": "وحيد سپين غر _كابل دجګړي په كلونوكي زموږ ډيرشمير هيوادوال مهاجرت ته اړشول اوله هيواده بهر په ګاونډيواويوشمير نوروهيوادونوكي ميشت شول ،دشميرونوله مخي دافغان مهاجرينوډير شمير په پاكستان اوايران كي ميشت شوي دي . په هيوادكي دنويوبدلونونوسره جوخت زموږ ډير شميرهيوادوال له ايران اوپاكستان نه بيرته خپل هيوادته راستانه شول ،خولاتراوسه يوشمير هيوادوال په نوموړوهيوادونو كي دمهاجرت شپي تيروي . كه څه هم چي دواړوهيوادونوايران اوپاكستان څوځلي داخبره كړي چي ترڅوافغانان پخپله ونه غواړي خپل هيوادته ستانه شي نوددغوهيوادونوحكومتونه به يي په زوراوفشار دي ته اړنه كړي چي خپل هيواد ته ستانه شي ،خوددي ټولوڅرګندونوسره سره ډير وختونه زموږ مهاجر هيوادوال په ايران اوپاكستان كي دپوليسواوامنيتي ځواكونوله ګواښونواوځورونوسره مخامخ كيږي اوپه زوره له ايران اوپاكستان نه ايستل كيږي دپاكستان په پرتله په ايران كي داګواښني اوفشار ډيرزيات دي اوپه څوځلي افغانان په زور اوفشار له ايران نه دافغانستان پولوته راوستل شوي اوله هغه هيوادنه شړل شوي دي . په دي وروستيووختونوكي دايران حكومت يوځل بيا په ايران كي دميشتوفغانانوپه وړاندي پخپل چلند كي سختوالي راوستي اوافغانان په زور دي ته اړباسي ترڅوله ايران نه ووځي . دراپورونوله مخي ايران افغانانوته شپږ مياشتي وخت وركړي اوويلي يې دي چې له شپږومياشتو وروسته به په ايران كي ميشت افغان مهاجر له ايران نه وباسئ كه څه هم دالومړي ځل نه دي چې دايران حكومت دافغانانوپه وړاندي له داسي سخت چلند نه كاراخلي اودمهاجرت دټولونړيوالوموازينوپرخلاف په زور ا فغانان له خپلي خاورې باسي بلكه دايران هيواد ددوولسيزو په اوږدوكي هركله دافغانانوپه وړاندي له ډيروسختوچلندونونه كاراخيستي اوافغانان يې سخت ځورولې اوكړولې دي كه چيرته په ايران كي دافغانانودځورونې اوكړونې بهير همداسي روان وي نوښي پايلې به له ځانه سره ونه لري . له هرڅه نه وړاندي به ددواړومسلمانوګاونډيوهيوادونونيكواوښواړيكوته زيان ورسيږي چي دادهيڅ لوري په ګټه نه ده ،په داسي حال كي چي دافغانستان دولت تل داهڅه كړي ترڅودورورهيوادايران سره ډيري ښي اونيكي اړيكې ولري خودايران حكومت تل د مهاجروافغانانوپه وړاندي له داسي چلندونونه كاراخلي چې دټولونړيوالونورمونو اومعيارونوپرخلاف عمل كول دي . دافغانستان لوړپوړيوچارواكوڅوڅوځلي دايراني چارواكوسره په ايران كي دميشتو افغانانوپه هكله كتني اوغونډي كړي اودايران لوري ورته وعدې وركړي چې هيڅكله به په زور اوفشار افغانان دي ته اړنه كړي ترڅودايران نه ووزي . خوددغوټولووعدوسره سره دادي ګوروچي دايران لوري يوځل بيا دافغانانوپه ځورونه لاس پوري كړي او ګوت څنډه يې كړي چې دڅومياشتونه وروسته به افغانان په زور له خپله هيواده وباسي . څيړونكي په دي عقيده دي چې ايران غواړي له دي لاري په افغانستان باندي يوډول فشار واچوي ترڅوافغانستان دايران داوسني ولسمشر دليونتوب نه دډكوپاليسيو او ويناګانوسره هم غږي شي اويا لږ ترلږه چوپ پاتي شي اودايران په اوسنيوسياستونو باندي سترګي پټي كړي ،په داسي حال كي چي افغانستان تل هڅه كړي چي له ايران سره خپل اړيكي دښه ګاونډيتوب اويوبل ته ددرناوي پراصولووساتي خواوس دايراني چارواكوغوښتني دومره اوچتي اودتوقع نه زياتي پورته شوي چي هيڅ سليم عقل يي نشي قبلولي . ايران هم دااوس دنړيوالوسره دخپل اټومي پروګرام په سر په يوه لويه شخړه لګيا دي چي ايران ته يي زيات خطرونه متوجه كړي دي ،كه ايران دخپل اوسني حساس موقعيت په لرلوسره دخپلوګاونډيوهيوادونوسره دنيك اوښه چلند نه كاروانخلي ښكاره ده چي دايران ستونزې به نوري هم زياتي شي اواړيكي به يي په سيمه اودګاونډيو هيوادونو سره لا كړكيچني او دنړيوالوله نظره به نورهم له ګوښي توب اوتجريد سره مخامخ شي . افغانستان ديوه متعهد هيوادپه توګه دخپلوټولوګاونډيوهيوادونوسره دنيكواوښو اړيكو غوښتونكي دي اوتل يي دنړيوالوقبول شوومعيارونوپربنسټ دخپلوګاونډيواوپه تيره بيا اسلامي هيوادونوسره په اړيكوكي خپله روغ نيتي ښودلي اوپه دي هوډكلك دريدلى دى . دادافغانستان ګاونډيان دي چي دافغانستان دارتقا اوپرمختيا په وړاندي چي نوي يي داوږدي اوخونړي جګړي له لمبونه سرراپورته كړي ستونزي اومشكلات راپيداكوي دافغانستان اوسني دولت هم په ملي اوهم په نړيواله كچه له پوره باور اواعتماد نه برخمن دي په افغانستان كي دنړيوالوځواكونوشتون اودنړي حضور دافغانستان سياسي پرستيژته لازياته وده وركړي اونړي دافغانستان غږ په ډيره ښه توګه اوري ،خو ايران اوس دسياسي پلوه له انزوااوګوښي توب سره مخامخ دي ،افغانستان يوازني هيواددي چي دايران سره په لويه كچه اړيكي لري ايران كولي شي دخپلونيكواوښواړيكوپه لرلو دافغانستان سره خپل تجارتي اواقتصادي اړيكي لانورهم پياوړي اوغښتلي كړي اودخپل هيوادداقتصادي پياوړتيا لپاره له دغه امكان نه ګټه اوچته كړي اوله سياسي ګوښه توب نه ځان راوباسي . دغه رازدافغانستان په بيا رغونه اوجوړونه كي ايران كولي شي دځان لپاره يومساعد اوپياوړي ځاي پيداكړي ،داټول هغه وخت شوني دي چي ايران دافغانستان په وړاندي رغنده ددوستي اوښه ګاونډيتوب اصول اوموازين مراعات كړي اوجګړي ځپلي هيواد افغانستان ته دنوروستونزودراپيداكيدوهڅي په ټپه ودروي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طالبانو يو وتل مشر حاجي ظاهر په هلمند كې ووژل شو", "output": "په جنوبي افغانستان كې د ناټو يو وياند وويل چې حاجې ظاهر او ورسره ۸ تنه نور شكمن ترهګر يي د نوزاد په ولسوالي كې وړمه ورځ د يو هوايي ب� �يد پر مهال وژلي او د هغوي پټن ځآي يې هم نړولي ده . ځواكونه وايي چې په دي بريد كې ملكي كسانو ته مرګ ژوبله نده اوښتي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې دچاودنو مخنيوى شوى دى .", "output": "د افغانستان دفاع وزارت په کابل ښار کې د يو اندازه چاوديدونکو توکو د نيونې خبر ورکړ او وايى چې په دې توګه سره يې د يوې بدې پېښې د رامنځ ته کيدو مخنيوى کړى دى . ددفاع وزارت وياند وويل د دغه وزارت ځواکونو پرون مازديګر د ٣:٣٠ بجو په شاو خاوا کې د زړو مکروريانو په سيمه کې دوه موټر له يو اندازه چاوديدونکو توکو سره ونيول .ده زياته کړه چې دغه مواد په ماهرانه ټوګه په دغو موټرو کې ايښودل شوىوو . وياند ومنله چې دوه نور موټر يې د ٤ بجو په شاوخوا کې ونيول .وياند وايې چې دپېښې په تور يې ٧ کسان نيولى دى او له هغوى څخه تحقيق روان دى . دوى ټول افغانان دى . نيول شوي ګادي چې دوه يې کروزنګ او دوه يې کرولا دي د کابل شخصي پلټونه لري .وياند ومنله چې دغه کسان د دوى د ځواکونو تر تعقيب لاندې وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ميدان وردګو پر والي دبريد له کبله دملي اردو څلور سرتيري ووژل سوه", "output": "احمد لودين د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې پرون له غرمې مخکې د والي پر کاروان په يوه چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري ووژل سول . ددې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد رسنيو ته وويل چې چاودنه له غرمې مخکې په لس نيمو بجو هغه مهال وسوه، چې د والي په مشرۍ يو پلاوى جغتو ولسوالۍ ته روان و. هغه زياته کړه، چې دولتي پلاوي په جغتو ولسوالۍ کې د جوماتو لپاره فرشونه، لاوډسپکيرونه او نور توکي وړل او غوښتل يې، چې هلته سيمه ييزه شورا هم جوړه کړي.د شاهد په وينا، کله چې ددغه دولتي پلاوي کاروان د جغتو ولسوالۍ د غازي محمد جان خان د ښوونځي سيمې ته ورسېده، نو د سړک د غاړې ځاى پر ځاى سوى ماين د والي محمدحليم فدايي له موټر څخه وړاندې د ملي اردو پر يوه موټر وچاودېد . نوموړى وايي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري ووژل سول او يو تن يې ټپي سوى دى . شاهد زياته کړه، چې له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې پلټنې وکړې او له يوې غونډۍ څخه يې د حمدالله په نامه يو سيمه ييز طالب قوماندان له وسلې، لاسي بمونو، مخابرې او مرميو سره ونيوه . د والي وياند وويل، چې نوموړي له يوې غونډۍ څخه خپل ملګري ته د مخابرې له لارې د دولتي پلاوي په اړه معلومات ورکول، چې بيا چاودنه وسوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې مخالفینو ته سلاح ویشونکی قوماندان نیول شوی", "output": "میرویس جلالزی افغان او ایتلافي ځواکونه وایې چې د خوست په ولایت کې یې د جمعې په ورځ د مخالفینو د منځنۍ کچې یو داسي قوماندان نیولی چې په سیمه کې یې دولت ضد عناصرو ته وسلې او مهمات ویشل. دغه کس د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په بدل کلي کې نیول شوی دی. افغان او ایتلاف ځواکونو وویل چې له نیول شوي کس څخه تحقیقات روان دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان اوسپنيزې سيکې جرمني کې چاپېږي خو . .", "output": "دطالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته ، افغانستان کې د نوي حکومت د راتګ سره سم ،نوي بانک لوټونه چې ارزښت يې له پېښور : : ننداره 6 7 دافغانستان اوسپنيزې سيکې جرمني کې چاپېږي او پاکستان کې لوټ کېږي دطالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته ، افغانستان کې د نوي حکومت د راتګ سره سم ،نوي بانک لوټونه چې ارزښت يې له پخوانيو پيسو په پرتله څوچنده زيات دى چاپ شول _د بانک لوټونو د چاپ پروسه په جرمني کې ترسره کېږي ،وروسته بيا دسمندر د لارې دغه بانک لو ټونه دپاکستان کراچۍ ښار ته رسول کېږي او بيا وروسته په اوږدو لاريو کې د غه بانک لو ټونه دتورخم د لارې افغانستان ته اړول کېږي _په پېښور کې دافغانستان د قونصلګرۍ چارواکي ادعا کوي چې په جرمني کې چاپ شوي دغه اوسپنيزې سيکې چې کله دکراچۍ نه تر تورخمه رسول کېږي يوه اندازه پيسې ترې په لاره کې ويستل کېږي _ دوه اوږدې لارۍ چې تور خم ته رسېدلې او دتورخم په لاره دافغانستان لورې ته اوړېدو ته چمتو وې د پنجشنبې په ورځ دپاکستان لورې ته دتللو په موخه ودرول شوې چې په پايله کې يې معلومه شوه چې داوسپنيزو سيکو وزن کم دى _دقونصلګرۍ يو چارواکي چې د نوم د ښکاره کولو څخه يې ډډه کوله بېنوا ته يې وويل ((دتللو نه پس معلومه شوه چې ٢١ ټنه اوسپنيزې سيکې په کانتينرونو کې کمې دي _ )) دده په وينا دوى دافغانستان دولت له جريانه خبر کړى دى او اوس په پېښور کې دافغان قونصلګرۍ او دسوداګريزې خونې چارواکي دپاکستان د ګمرکي چارواکو سره په خبرو بوخت دي تر څو اصلي غل معلوم کړى شي _ په دغو اوسپنيزو سيکو کې دوه ګون،پنځه ګون او يو ګون شامل دي _ او دافغانستان دننه په بازارونو کې خلک ددغو سيکو کمبوت احساسوي _ پوښتنه داده چې له تېر يونيم کال راهيسې چې دغه سيکې دپاکستان دلارې افغانستان ته اړول کېږي دا اول وار دى چې دغلا دغه توطيه افشاکېږي نو دا نه معلوميږي چې تر اوسه څومره پانګه دغلو له خوا پټه شوې ده _هم داراز دافغانستان لورې ته ددې خبرې په وخت نه افشا کېدل هم دسرحدي چارواکو شتون تر پوښتنې لاندې راولي _ ددرول شوو دواړو لاريو موټروانان په پېښور کې دګمرک د چارواک په وينا په تېښته بريالي شوي دي خو دم ګړۍ ته دا ويل چې غله به څوک وي معلومه نه ده _ 1 2 3 4 5 6 7 8"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسوال او قوماندان ووژل سوه", "output": "احمد لودين په پکتيکا کي يو ولسوال او امنيه قوماندان ووژل سوه دوي د پکتيکا ولايت د غير رسمي ولسوالۍ شيخل ولسوال او امنيه قوماندان وه .نوموړي تير ماښام هغه وخت ووژل سوه کله چي يي موټرپر ماين وخوت ولسوال شيرعلي ځاي پر ځاي ووژل سو او امنيه قوماندان ټپي سو چي وروسته يي دسختو ټپونو له امله سا ورکړه .د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسووليت پر غاړه واخيست او ويې ويل، چی په دغه چاودنه کې يې ولسوال او امنيه قوماندان له درېيو دولتي سرتېرو سره وژلي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د رسټورانټونو او کورسونو مالکینو ته بل خبرداری ورکړ شو", "output": "میرویس جلالزی په کابل کې د ودونو د صالونونو خاوندانو او همدا راز د شخصی کورسونو مشرانو ته خبر داری ورکړ شو چې د مراجعینو پر مخ خپلي دروازي وتړي. دغه خبرداری په هیواد کې د روغتیایې بیړني حالت د تطبیق د کميتې په نوبي غونډه کې اعلام شو. د غونډي پرمهال د عامې روغتیا وزیر سید محمد امین فاطمي ګواښ وکړ چې که له دغه خبرداري وروسته د یادو شویو محلونو دروازي د مراجعینو پر مخ خلاصي ولیدل شوي نو د قانون له مخې به ورسره سخت چلند وشي. د بیړني حالت د تطبیق کمیټه دمګړۍ په کابل او شاوخوا ولایتونو کې د خوګ د والګي د خپریدو جدي خطر ویني او په دې منظور د ډلیزو غونډو د جوړیدو بندیدل غواړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دكندهارپه لوي محبس كي بنديانودنه خوړواعتصاب كړى", "output": "د پرون سهار راهيسې د کندها رښار په عمومي محبس کې د سياسي بندیانو د نه خوړلو اعتصاب دوام لري . د بندیانو اعتصاب ترهغې وروسته پيل شو ، چې کله ددې ولايت چارواکو د محکمې په جريان کې د بنديانو په دوسيو کې لاس وهنه و کړه . دريپوټونوله مخي كله چي ددې ولايت ځينوچارواكود محکمې پر قاضيانو په يوه او بل نامه تور ولګاوه چې ګوندي دوی رشوت خوري ، نو سم دستې د قاضيانو له خوا د محکمي جريان ودریدی او بنديانو په اعتصاب لاس پوري کړ . دبنديانو په وينا : ددوی اعتصاب به ترهغو پوري دوام لري ، ترڅو چې ددوی په دوسيو کې د چارواکو لاسوهنه نه وي بنده شوي او د دوی پر دوسيو باندې د سره غور نه وي شوی او د دوی ټول حقوق نه وي پر ځای شوي . د سياسي بنديانو شمیر چې اوس يې اعتصاب دوام لري (۴۰۰ ) تنو ته رسيږي چې درې سوه شل تنه يې د طالبانو سره د شک په تړاو نيول شوي او نور يې د اختطاف په دوسيو م تهم دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پكتيا:په لجه منګل كې د يوي مدرسي د بنسټ ډبره كيښودل شوه", "output": "د پكتيا ولايت په لجه منګل ولسوالۍ كي د يوي ديني مدرسي د بنسټ ډبره د پكتيا ولايت د ولايتي شورا مرستيال ښائسته جان احدي لخوا كيښودل شوه. د غه مدرسه چي په ۳ جريبه ځمكه كي په پاخه او اساسي ډول جوړيږي ، د يو باب مسجد سربيره ، اداري او تدريسي لس خوني لري چي دګرديز بيارغوني ټيم لخوا په ۵۸۰۰۰ زره امريكايي ډالرو جوړيږي.ددي مدرسي د بنسټ ډبره په داسي حال كي ايښودل كيږي چي څه موده وړاندي د پكتيا مركز ګرديز كي د يوي لويي ديني مدرسي كار پيل شو چي څه باندي ۱۳۰۰۰۰۰ امريكايي ډالره پري لګيږي. دا په داسي حال كي ده چي پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد د پكتيا په ټولو ولسواليو كي ديوي ، يوي ديني مدرسي د جوړيدو ژمنه كړي وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بې نظیره، نواز، اسفندیارولي او لیاقت بلوچ....", "output": "د پاکستان دمتحده مجلس عمل ګوند د سکرټرجنرال مرستیال لیاقت بلوچ نن ویلي چې بې نظیربوټو، نوازشریف او اسفندیارولي خان په یوه خوله د جنوري م یاشتي په ټاکنو کې د ګډون غږ پورته کړی . ښاغلې بلوچ دا هم وویل چې د دوي ګوند ۱۶۱ تنه ملی شورا ته او ۲۴۳ تنه ولایتي شوراګانو ته نومولي دي . دا په داسي حال کې ده چې نوازشریف او بینظیر بوټو څه موده وړاندې ویلي وو چې دوي به روان حالت ته په کتو سره حاضر نشي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي .ها خوا محمود خان اڅکزی او د هغه ګوند � �ا په خپله پخوانۍ پریکړه ولاړ دي او هوډ نلري چې د جنورۍ د میاشتي په ټاکنو کې ګډون وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بينوا ويب پاڼي د کاليزه په پلمه دحيدري او احسان سره دزړه خواله:", "output": "چي د بينوا ټولني ته وګورې ، د هغې ټولني له خوا خپرندويه ښکلا ته پام وکړې او بيا دا د بينوا ويب پاڼه را پرانيزې ، ته به وايې چي لوی څښتن دخدای بخښلي بينوا د افغانيت او پښتونولۍ روح په دې ځوانانو کي پوه کړيدۍ . رسول باوري چي د بينوا ټولني ته وګورې ، د هغې ټولني له خوا خپرندويه ښکلا ته پام وکړې او بيا دا د بينوا ويب پاڼه را پرانيزې ، ته به وايې چي لوی څښتن دخدای بخښلي بينوا د افغانيت او پښتونولۍ روح په دې ځوانانو کي پوه کړيدۍ . کټ مټ پر هغو پلونو ګامونه ږدي چي د خدای بخښلې بينوا د قدمونو نښانې دي . هغه چي په هيواد کي دننه د منصور په څير د هيواد په مينه مست د کندهاره تر کابله د ناولو واکمنو مقابلې ته ځي ، هغه چي د هيواد په زړه کابل کي د پښتوخپرونو له لاري د پښتون زړه ته توان ورکوي او هغه چي په اروپا او امريکا کي د ځاني امتياز پرته يې پر نړيوال جال پښتو د نړۍ سياله کړيده ، او داسي نور ، داټوله څه کيدای سي بيله دې چي د خدای بخښلې بينوا سپيڅلۍ روح بيا را غلۍ وي ، خوپه يوه ځانګړتيا او هغه دا چي دا ځل د بينوا سپيڅلۍ روح په يوه تن کي نه بلکي د پښتون اولس د اوسني نسل په ډيرو ځوانانو کي را ژوندۍ سويدۍ ،په خوست او بلخ ، په پکتيکا او کندوز ، په پکتيا او بغلان ، په ننګرهار او هرات ، په وردګ او کنړ او د هيواد په زړه کابل او لنډه دا چي د هيواد په هر برخه کي افغان زلمي ويښ سويدي ، چي څرګندي بيلګي يې تاسو حيدري او احسان ياست . وروڼو د بينوا انټرنيټ پاڼه يو کلنه سوه په دې اړه د دې زيار او په دې ګټور ، خو ستونزمن کار کي ستاسو ستاينه کوم ، تاسو ته د بينوا پاڼي د يوه کا ل بريمن يون مبارکي وايم او په دې هيله چي راتلونکي کلونه مو د لابريوسره مل وي ،د دې پاڼي د يوه لوستونکي په توګه يوڅو ټکو ته ستاسي پام را اړوم : ١ : نوره هڅه هم وکړۍ چي ليکني په پښتو معياري ليک خپرې سي ؛ ٢ : د تحليلي ليکنود خپريدو پر وخت يوازي ملي ګټو ته پام وساتۍ چي زيانمني نه سي ، نورهيڅ ډول سياسي سانسور ته غاړه مه ږدۍ . د پيښو په اړه د موافقو او مخالفو اندونو شتون د اوسنۍ زمانې غوښتنه ده او پلي کول يې دژورناليستيکي اصولو ملاتړ او درناوۍ دۍ ؛ ٣ : د پوهي او فرهنګ د نورو شپږو نامتو سر لارو لپاره هم يوه يوه مل پاڼه پرانيزۍ ، هر وخت او هرکله چي د هغوۍ په اړه نوي ليکني کيږي اويا سمينارونه جوړيږي او يا هم د هغوۍ پخوانۍ ليکني او کتابونه خپريږي ، هغه پاڼي به يې د ښه ساتلو ځای وي . ٤ : د مرکو يوه مل پاڼه پرانيزۍ او په هغې کي د هيواد دوتلو پوهانو ، ليکوالو او فرهنګي مخورو سره د مرکو لړۍ پيل او خپرې کړۍ . ورڼو زما په اند د بينوا انټرنيټ پاڼه تير کال ډيره ښه ځليدلې او بريالۍ وه، خو دا خبره هم د يادولو ده چي لانورزيار او هڅو ته اړتيا سته ، چي پښتو د يوې علمي ، کلتوري اوتخنيکي ژبي په توګه دهغو په لسګونو مليون وګړو اړتيا وي پوره کړي چي د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کي ميشت او د پښتوسره يې ژوند تړلۍ دۍ . له نيکه مرغه يوشمير نوري پښتو پاڼي هم سته چي د قدر وړ خدمتونه يې تر سره کړيدي ، چي د بيلګي په توګه د ټول افغان ، او په ليوال شرکت پوري تړلي پاڼي يادولای سو . د دې سره سره لا ډيره لار په مخ کي لرو چي د وړتيا ټاټوبي ته ورسيږو. په پای کي دعاکوم چي : د ميرويس نيکه تدبير ، د احمد شاه بابا هوډ، د خوشال خان خټک ميړانه ، د رحمن بابا سپيڅلتوب او د علامه حبيبي قلم دي ستاسو او ستاسو په څير د پښتون اولس چوپړ ته د راوتلو ځوانانو په برخه وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بلخ کې سيلا بونو يو شميراوسيدونکى ځپلى .", "output": "د سختو اورښتونو له کبله د سيلابونو د راوتو له امله د بلخ ولايت د د دهداى او مزار ته څيرمه د کارته سجادى په سيمو کې ٣٠ کورونه په بشپړه توګه وران او کابو ١٠٠ کورونو ته زيان رسيدلى دى . د سيمې ٣ تنه اوسيدونکى ټپيان شوى هم دى . به لومړيو شيبو کې له سيلاب ځپلو سره هيڅ ډول مرستې ونه شوې له يو اوږده ځنډ وروسته له يو شميرکورنيو سره د خيمو . کمپلو او خوراکىتوکومرسته شوې ده ، چې نا کافى بلل شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کرزي نوی ایتلافي حکومت", "output": "د کرزي نوی ایتلافي حکومت د م.جلالزي لیکنه ټاکل شوې چې افغان ولسمشر حامد کرزی ډیر ژر له خپل نږدې انتخاباتي رقیب او د خپلې پخوانۍ کابینې له غړي ډاکټرعبدالله عبدالله سره د یوه ایتلافي حکومت په جوړیدو خبري وکړي. هغه څه چې تر اوسه یې په اړه فکر هم نه کیده. که څه هم د حامد کرزي پلویان په ټاکنو کې د بریالي توب په اړه ډاډه بریښې خو حامد کرزی د یو شمیر امریکایې او غربي دیپلوماتانو په مشوره اوس په دې لټه کې دی چې د شمالي ایتلاف له دغه پیاوړې او منل شوي غړي سره یوه داسي معامله وکړی چې له مخې یې د هغه حیثیت هم خوندي شي. ډاکټرعبدالله عبدالله د انتخاباتو دمخه ګواښ کړی وو چې انتخاباتي تقبل به و نه مني. د نوموړي د ټاکنیزو کمپاینونو مشر او د کاپیسا پخواني والي عبدالستار مراد خو دا ګواښ هم کړی وو چې که حامد کرزی بریالی شي نو په وسلو سمبال پلویان به یې واټونو ته را ووزي او د خپل حق مطالبه به وکړي. د عبدالله عبدالله د پلویانو دغه ډول ګواښونو د ډیری افغانانو په خاطرو کې د اویایمې لسیزې جګړې را ژوندۍ کړې. یو شمیر غربي هیوادونه هم د دغو ګواښونو تر سخت اغیز لاندي راغلل خو ویرې افغانان په انتخاباتو کې له ګډون څخه را ونه ګرځول . که څه هم په خپله حامد کرزی هم په انتخاباتو کې د خپلې بریا په اړه پوره ډاډمن دی خو نوموړی له دې ویره لري چې که په انتخاباتو کې د هغه بریالي توب رسماً اعلام شي نو دغه اعلام به د عبدالله پلویان بلواوو ته وهڅوي او ښایې د پلازمینې کابل په ګډون د یو شمیر ولایتونو څپ څپانده امنیتي حالت له کړکیچ سره مخ کړي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو او همدا راز نړیوالو ناظرینو هم په انتخاباتو کې د درغلیو خبرونه تاید کړي او ډاکټر عبدالله عبدالله ګواښ کړی چې که شکایتونو ته پام و نه نیول شي نو دی به له خپلو ملګرو سره تر مشورې وروسته د انتخاباتو دکمیسیون د نهایې پریکړې په اړه احتمالي اقدام ته چمتو والی ونیسي. همدا دلیل دی چې د انتخاباتو کمیسیون په ډیر احتیاط سره د انتخاباتو مقدماتې پایلې اعلاموي او د ډاکټرعبدالله عبدالله غبرګون له نږدې پرې څاري. یو شمیر غربي معتبرو رسنیو هم په دې ورستیو کې خبر ورکړی چې که چیرته د تقلب سره سره حامد کرزی انتخابات وګټي نو د نظام پر وړاندي به د هغو ولسي افغانانو کرکه ډیره شي چې په انتخاباتو کې له تقلب څخه شکایت لري او دغه کار به د ناټو هغو سرتیرو ته چې په افغانستان کې ماموریت پر مخ بیایې په لوړه بیه تمام شي. د پنجشنبې د ورځي تر انتخاباتو وروسته لومړی بهرني چارواکی چې افغانستان ته یې سفر درلود د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ریچارد هالبروک وو. ریچارد هالبروک په لومړي سر کې بلخ ولایت ته ولاړ چیرته چې پیاوړی جنګ سالار جنرال عطا محمد نور واکمن دی او په داسي حال کې چې د کرزي د حکومت برخه ده خو د هغه له رقیب ډاکټرعبدالله څخه ملاتړ کوي. هالبروک له ښاغلي نور سره د تړلو دروازو تر شا وکتل او له هالبروک سره په دغه سفر کې د ملي امنیت ادارې ریس امرالله صالح هم مل وو. امرالله صالح د جهاد پر مهال د عطامحمد نور نږدې ملګری وو او کله چې د امریکې اجنټان د لومړي ځل لپاره د افغانستان شمال ته راغلل او غوښتل یې د شمال ایتلاف په ملګرتیا د طالبانو حکومت ړنګ کړي، ښاغلی صالح له دغو اجنټانو سره د ژباړن او لار ښونکي په توګه دنده لرله. د امریکې له فدرالي پولیسو او سې اې ای سره د امرالله صالح نږدې اړیکو نوموړی د افغانستان دملي امنیت تر ریاست پورې را ورساوه. د بلخ ولایت والي عطا محمد نور ته نږدې سرچینې وایې چې هالبروک نوموړی دې ته وهڅاوه چې له حامد کرزي سره له مخالفت څخه لاس په سر شي او په نوي ایتلافي حکومت کې برخه واخلي. د سرچینې پر وینا چې دغه پیغام امرالله صالح له کرزي څخه عطامحمد نور ته رسولی دی او ریچارد هالبروک هم په دغه برخه کې د هوکړې سر ښورولی. که څه هم عطا محمد نور ویلي چې په دې اړه به له ډاکټرعبدالله عبدالله سر تر خبرو اترو وروسته خپل دریځ روښانه کړي خوریچارد هالبروک عطا محمد نور ته ویلي چې په امریکایې اداره کې ډير محبوبیت لري ځکه د بلخ ولایت یې له هر پلوه د نورو ولایتونو په پرتله ډیر با ثباته او له پرمختګونو سر مل ساتلی دی او باید چې دغې غوښتنې ته د نه ځواب و نه وایې. ډاکټرعبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې دا هم وایې چې حامد کرزي دمګړۍ د یو شمیر چینلونو له لاري غواړي له ډاکټرعبدالله عبدالله سره غوږ وجنګوي او نوموړي ته یو ځل بیا په کابینه کې ځای ورکړي . ډاکټرعبدالله عبدالله ته د کرزي تمایل وروسته تر هغه را څرګند شو چې نوموړي په خپل یوه ټاکنیز کمپاین کې چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړ شوی وو د خپلو خبرو پر مهال وویل چې که بریالی شي ډاکټرعبدالله عبدالله او یو شمیر نورو کاندیدانو ته به په خپل حکومت کې دندې ورګړي. ډاکټرعبدالله عبدالله به دا ځل یوازي په یوه څوکۍ اکتفا و نه کړي بلکه یو شمیر وزارتونه او ولایتونه به هم د هغه د غوښتنو یوه برخه وي. روانو حالاتو ته په کتو سره داسي ښکاري چې حامد کرزی او ریچارد هالبروک اوس په افغانستان کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړیدو په لټه کې دي او امریکایان په دې ښه پوهیږي چې که چیرته د کرزي په بریالي توب سره د شمالي ایتلاف ملاتړ له لاسه ورکړي نو د افغانستان د حالاتو کنټرول به په لنډ مهال کې له امکان څخه لري خبره وي او دغه مسله به د افغانستان لپاره د امریکې نوي ستراتیژي هم له خنډونو سره مخ کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بدبخته انجنۍ", "output": "ډېره ښایسته وه. بشاشې تورې غټې سترگې سره اننگي اوږده تک تور وېښتان زړه وړونکی پیکی جگه ونه په تېره بیا داسې ښایسته ځواني چې له حورې سره یې لږ توپیر کیده. بس د ښایست او د ځوانۍ خو یې هیڅ کمی نه وه. ورته مې څو ځله ځیر ځیر وکتل. داسې ښایسته بشر ما دخدای په دې ارته ځمکه کې نه وه لیدلی.په هر ځل غلچکي کتو به مې خیال کې شاعرانه چاپیریال جوړېده. دمینې او عاطفې ډک زړه مې په هر ځل کتو بایلوده. حواسو دې ته اړ کړم چې ور وړاندې شم ورسره خبرې وکړم ځان وروپېژنم . خوږې خوږې خبرې ترې واورم. یو دوه گامه وروړاندې شوم. ډېر غټ جرأت مې وکړ. په زړه راوگرځېدل. چې په کومه پوښتنه ورسره خبرې پیل کړم. څنگه ورسره وغږیږم . لا ورنیږدې شوی نه وم . چې ددې دنیاي حورې کالیو ته مې پام شو. ډېر زاړه کالي یې اغوستي وه . بیا مې لاندې پښو ته وروکتل شلیدلې څپلکې یې پر پښو وې. دټکري پیڅکه یې راته څېرې ښکاره شوه . پر مخ یې دسینگار هیڅ نښې نه ښکارېدې. بشاشو سترگو یې معصومیت غږولو. ښایسته ځوانۍ یې راته د ناتوانۍ او مظلومیت کېسه کوله. په دوه کې پاتې شوم . یو خوا مې چې ددې ځوانۍ او ښایست ته کتل او بل خوا ددې فقیرانه حالت ته . په خپل ټول توان مې زړه وکړ. لږنور هم وروړاندې شوم . لومړی مې ترې اجازه واخیسته سمدستي مې ترې وپوښتل ستا سترگې او ځواني دمعصومیت او مظلومیت کیسه راته کوي .که ته راته ددې راز ووایې . لومړی خو یې له شونډو پیکه نرۍ مو سکا تیره کړه. په حیاه ناکو سترگو کې یې په نیمه پوه کړم چې ته خو بیخي نابلد او نااشنا یې ما هېڅکله نه یې لیدلی. څنگه نابلد او نااشنا ځوان ته د ځان کیسه وکړم. څه یې غوښتل چې راته وې وایي خو زه ترې ړومبی شوم. ورته مې وویل: خورې که نااشنا یم اشنا مې وگڼه. که پردی یم خپل مې وگڼه. که دې ورور نه یم ورور مې وگڼه. خیر که دې کیسه راته وکړې. دې یو سوړاسویلی وباسه له تورو غټو بشاشو سترگو یې یوه لیکه اوښکې پر اننگو راغلې. سرې شونډې یې مړاوې وخوځولې. په لړزانده غږ یې راته وویل: زما کیسه ورورکه ډېره غمجنه ده . له اهونو، غمونو، کړاوونو او ژړاگانو ډکه ده . زه ډېره بدبخته انجنۍ یم . پنځه ویشت کاله ژوند کې مې یوه لحظه هم خوښۍ کې نده تېره کړې . ددرېو کالو به وم چې پلار مې په جنگ کې شهید شو. درې کلنه یتېمه شوم . زما مشر ورور ته زه او زما مور ورله غاړې شو. خوار به په لالهاندۍ روزي مونږ ته را گټله . سهار به واته ماښام به راته .هغه هم مرگ وخوړ. ما او مور مې پرته له خدایه نور هیڅوک نلرل . ترونه مې نه وه . ماما گانۍ مې مهاجره وه. ژوند همداسې تیریده. ما چې ددې مظلومې او ستومانې څېرې ته کتل نو حیران به شوم ویل به مې خدایه دښو ژوند څومره تریخ وي . دا نوره غلې وه . زړه مې راته ویل نوره کیسه هم له دې مظلومې ښاپیرۍ واوره. بیا مې ترې وپوښتل: نور څه وشو؟ یوه شیبه مظلومه ښاپیرۍ غلې وه. له ډېر ځنډ وروسته یې کیسه بیا پیل کړه: راغټه شوم . ددیارلس کالو به وم . چې یوه ورځ یوه قومندان صیب ولیدم. زما ځواني او ښایست یې خوښ شو. مئین شو راباندې . کور ته راغی زما مور ته یې وویل هر څه لرم مال پیسې قدرت که دې خوښه وی . لور دې راته راکړه . زما ډېره خوښه شوه. مور مې راته وویل: لورې نور څوک ندي را پاتې نه مو خپلوان شته نه دوستان . که دې خوښه وي دسمال به دې ورکړم . ته به هم ارامه شې او زه به هم. ما ورسره هوکړه. مور مې قومندان صیب ته زما دسمال ورکړ. کوژدن وشوه. پنځه میاشتې پرې تېرې شوې. واده ته مو تیاری نیوه. چی ناڅاپه قومندان صیب زما مېړه دتل لپاره په درانه خوب ویده شو، شهید شو. ځوانه نه واده شوې سرتورې شوم. دشهید میړه مې دوه وروڼه وه ، ترې مشر او ترې کشر. خسر او خواښې مې کاله ته راغله راته یې وویل: ستا خوښه له کوم یوه سره واده کوې. مشر لېور مې زامن او یوه میرمن لرله. کشر بیا هلکی وه. ورته مې وویل کشري ته به یو څو کاله صبر وکړم. کشری راته ښه دی. څه به دې ماغزه خورم. کشری راغټ شو نري برېتان او نرۍ ږېره یې پر مخ راغله. د واده خبره را تازه شو چې واده وکړو په همدې هیله مې ورځې بیگاه او شپې سبا کولې. دښاپېرۍ په غټو سترگو کې یو ځل بیا اوښکو ډنډونه جوړ کړه. په سلگو شوه. پاتې کیسه یې په ژړانده غږ داسې راته وکړه. له دوهم مېړه هم کونډه شوم. نه پوهیږم تری تم شو. نه یې چا جنازه ولېده او نه یې په مړېنې څوک خبر دي. مشر لېور راته وایي که له ما سره واده کړې ښه ده. که نه نو هر چا سره چې واده وکړې درته وژنم یې. څه وکړم مور مې هم فلج ده راته پرته ده د یو او بل په مرستو ژوند تیروم. څه وکړم زه بدبخته انجنۍ یم څه وکړم . . . . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زما پسرلئ", "output": "ولي شاه طبيب - کندهار هرڅوک ځانته پسرلی انځوروي ، څوک پخپل پسرلني انځور کي په ډول ډول خوړو او ښکلو جامودرلودلو سره خوښ وي ،څوک بیا دانډيوالانو او ملګروسره بانډارکولو سره نمانځي .څوک زيارتونو ته ځي اودنوي کال درناوي کوي ،خو زما دخوښي انځوربه داسي وي: دغره په لمن کي يووړوکي کلي کي يو باغچه وي دخټوديوالونه تري راتاو وي . داوبو ډکي ولي پکي بهيږي اوپه غاړويي شني کبلي رازرغوني سوي وي . دبادامو وني ګلابي شګوبي کړي وي دمرغانوچڼهار وي . ماشومان سره باړخوګان څوک لوڅي څوک پټي پښي يوپه بل پسي ځغلي او لوبي کوي. زړي ښځي منځ کي ځواني تري چاپير وي خپلي ديدني اوناخوالي ورته وايي . زاړه کليوال دلمر پيتاوي ته غزيدلي او دتيرو وختونو یادونه راتازه کوي . يه اسمان کي خړي وريځي راغونډيږي او د بل پسرلني باران لپاره تیاري نيسي . دکلي دژرندي نه موزون اواز اوريده کيږي سو ،سو ،سو اودهر اوازسره شين دود هوا ته ايله کوي . دبر کلي نه سپين ږیری په خره دغنمو جوال رابارکړي او دژرندي په لورروان وي. دخره په غاړه دزنګولي ږغ دژرندي داواز سره ګډیږي او يو نوی ريتم جوړوي . چرګوړي دکلي په منځ کي دانبارو په کوته کي دانه لټوي لوي چرګان پرکوچنيو چرګو باندي راغوريږي او تښتي ته يي مجبوروي . دکلي دوکاندار دپخوا په شان نوي سودا راوړي ده ، رنګه پتاسي کلچي اونکل په خيرنو مرتبانو کي ږدي . شپونکۍ دغره بيخ کي لويي تيګي ته ډډه اچولي اوپه وروورو شپيلې ږغوي ، ميږي او پسونه دغره لمن کي شخوند وهي ، اودرمي ساتونکي سپی درمي نه ګرزي اوراګرزي . نه ډز وي نه ډوز وي خوشحالي وي هري خواته وږمي دپسرلي وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "منصورمونږ پښتانه", "output": "مونږ دیو بل نه انتقام وخوړودخوشحال خان غوندي بهرام وخوړو� �که منصورمونږ پښتانه، قاتله په دار دې بند نه ؤ الزام وخوړویولا په بریت بل لاس وهي په ږی� �ه مونږ يې په کفر او اسلام وخوړوپه کورني جنګ يې کړو وږي لومړی په څو دانو يې بیا په دام وخوړوله ورکو خلکو کړو د لارې تپوس دبې موخې مزل انجام وخوړوور سره کړه مو دکوترو ژبه چې دې بازانو په خپل بام وخوړومسلک يې دادی چې مسلک نه لري ترجمانانو او ډاټ کام وخوړوبیا چې دچا راباندي خولې ماتوي؟ تیر ځل يې غچ مونږ دویتنام وخوړودپنجرې چرګ تر چاړه وه رسي مونږ قفسونو دباګرام وخوړوولې به مونږبل ترګړېوان رانیسوخپلې خندا لکه بادام وخوړواسلام او کفر زمونږ ګنا کله وه بس پښتانه ؤتش خپل نام وخوړوله تا يې هم هیر کړدمینې غزل مونږ هم (حسنه )ستا کلام وخوړو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ماهیپر کې یوې ډبرې شپږ تنه ووژل.", "output": "عیني شاهد عبدالواسع انتظار بینوا خبریال ته وویل چې تیره ورځ دکابل-جلال اباد په لویه لاره دیوې ډبرې دښویدو لامله دکرولا ډوله موټر ناستې ټولې پنځه سوارلۍ ووژل شوي خو عیني شاهد وایي همدومره مړي یې ولیدل. انتظار وایي موټر بیخي له منځه تللی وه پخپله یې وینې اومړي ولیدل چې لا دسړک په غاړه پراته ول. دجلال اباد کابل پرسړک دالومړی ځل دی چې دا ډول پیښه رامنځته کیږي خو دترافیکي پیښو خبرونه تر ې تل اوریدل کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن د حوت دریمه د کابل د خلکو د تاریخي پاڅون له ورځي سره برابره ده", "output": "نن د حوت یا کب د میاشتې دریمه نیټه د پخواني شوروي پر وړاندي د کابل د خلکو د پاڅون له ورځي سره برابره ده. له نن څخه پوره دیرش کاله دمخه د کابل خلکو په داسي حال کې د لاس پوڅي حکومت او د هغه د شوروي ملاتړو پر وړاندي پاڅون وکړ چې یوازي شل میاشتي د غویې له کودتا تیرې وي او په افغانستان باندي د شوروي ځواکونو د تیرې اوه پنځوسمه ورځ وه. کابل ښآریانو د حاکم نظام پر وړاندي د ( نه ) په شعار هر څه تر پوښتنی لاندي راوستل او د حکومت د ړنګیدو تکل یې وکړ. هغوي د پخواني شوروي د سرو لښکرو پر وړاندي د مرګ شعارونه ورکول. د دغه پاڅون پر وړاندي د وخت د ځواکونو په ډزو کې په لسګونو کابل ښاریان مړه او ژوبل شول چې لا یې هم د یو شمیرو مړي نه دي موندل شوي.د وخت حکومت د پاڅ ون له ځپلو وروسته د قلعه شاده، خوشهال خان مینه او چندول په څير یو شمیر سیمي کلابند کړي او ګڼ بي ګناه کاب� �یان یې چې یوازي یې د خپلو حقوقو لپاره غږ وچت کړی وو بندیان کړل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان د کلتوري ودي ټولني ( نوي کتابونه)", "output": "د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په نوښت د روان کال د سپټمبر پر شپاړسمه نېټه د جرمني د کولن ښار څنګ ته، د هورت په ښارګوټي کې ، په خيبر کې د افغانانو د تاريخي بري د درې سوه پنځه دېرشمي کليزې په وياړ يو ه لويه جشني غونډه جوړېږي . دافغانستان دکلتوري ودي ټولني دنوموړي غونډي له پاره لاندني کتابونه چاپ کړي دي . ديادوني وړ ده چي په دغه غونډه کي د افغانستان د نوميالي تاريخي شخصيت ايمل خان مومند د تاريخي کارنام و په اړه يوه علمي برخه هم په پام کې نيول شوې ده . پورتني ټول کتابونه د غونډي په ورځ او تر هغه وروسته په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني څ خه په پېښور کي له دانش کتاب پلورنځی ، اوکندهار کي له افغان کتاب پلورنځی څخه ترلاسه کېدلاﺉ شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر: پر كندهار ښار توغندوۍ وتوغول سوه او دري تنه يي ژوبل كړه", "output": "احمد لودين همدا اوس څو شيبي وړاندي دكندهار ښار د شهيدانو څلور لاري ته څيره دخاد پر كوڅه باندي توغندويي بريد وسو . توغندوۍ د ملكي خلكو ديخچالونو د جوړولو پر دكان نښتي ده او دري تنه نوي ځوانان يي ټپيان كړي دي . د كندهار دامنيت امر په سيمه كي بينوا ته وويل چي نوموړي توغندوۍ زړه وه او په نوموړي ځاي كي پاتي وه خو عيني شاهدانو وويل چي توغندوۍ له بل ځايه راغله او دلته يي خلك ژوبل كړه . ديادوني وړ ده چي دپيښي ځاي ته نژدي د ملي امنيت د تحقيق څانګه ده او اټكل كيږي چي هدف به يي همدا ځاي وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل محبوب الله محبوب څه به درته وايمه چې څه کيږي ؟ ښه کيږ ي،که بدکيږي که ښه کيږي ما چې څه غوښتل هغسې ونشولزه چې څه نه غواړمه ، هغه کيږي ما خو درته ډېر مخکې و يلي ول داد عشق کارونه له ما نه کيږ ي عقل مې بوډا شو، زړه مې ځوان دی لاڅه وکړمه هر کار ته مې زړه کيږيکله پيوستون کله بېلتون غواړم کله مې ګرمي کله ساړه کيږي د میرویس جلالزي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکايي سرتيري بنديانو سره دبدچلند په تور نيول شوى", "output": "د ايتلافي ځواکونو دمطبوعاتي څانګې ريس پرون خبريالانو ته وويل :دغه کسان هغه وخت د ارزګان په ولايت کې ونيول شول چې په دغه ولايت کې يې په يوه امريکايي جېل کې له افغاني بنديانو سره ناوړه چلند کړى و. په دوى باندې د بنديانو د ځورونې ،وهلو او ټپي کولو تور لګول شوى دى . ده وويل ددوى چلند زموږ لپاره د منلو وړ نه دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست ته", "output": "خوست ته خوست غيراتي خاوره ده ښکلي قومونه لري تڼي،ځدراڼ،صوباري لوړ تاريخونه لري منګل، ځاځي او ماتون ښکلي ناموته لري دا ميني شپه به ادماماد ضيارت کي کړو جانانه ځه چي خوست ته ځو جانانه ځه چي خوست ته ځو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "شعر د عشق د آزادۍ فصل عبدالغفور لېوال د عشق د آزادۍ فصل :عبدالغفور لېوال پخوا مینان د چا د زلفو په حلقه کې بند وونن زه دا ستا د تورو زلفو له خوځښت سره هوا ته وځمعشق له پېړیو وروستهد آزادۍ پر لوري ګام اخليستا زلفې باد سره نڅا کوي څپې څپې د خدای دربار کې نوم د آزادۍ یادوينور د جانان زلفې زنځير او زولانه د زاړه فکر نه ديعشق هم هغه شیبه ده : چې ستا پر شونډو یوه ګرمه اوښکه دمه وکړي او زه د قهر شاته ستا په ښایسته لېمو کې رنګ د مینې ګډووینمیوازې زه پوهېږمچې ستا په سترګو کې له قهر سره مینه څومره ښکلې ښکارياو زه د عشق د آزادۍ فصل کېخپل ژوند د قهر، محبت او مجبورۍ په بې پروا ګډون کې باد ته سپارمهو!همدا څو شیبې یو ځای بس ديژوند دومره ښکلي نه دیچې ټول همداسې تېر شي. ته زما په مټو کې پناه واخلهلکه ډیوه چې ځان له باده ژغوريډیوه رڼا او بادله شپې سره په جنګ اخته ديعشق آزادي بې پروايي زموږ دنسل د ژوندن مانا دي.د ۱۳۸۸لړم۱۷ د دوهم باران شپه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عربي متحده اماراتو په ار پې جې راکټونو بار یوه بیړۍ ونیوله", "output": "پوپلزی - دوبۍ ایډیټ: جلالزی د عربي متحده اماراتو سمندر ساتونکو سرتیرو د فارس په خلیج کې د شمالي کوریا هغه بیړۍ نیولي چې د ایران په لور روانه وه. د عربي متحده اماراتو چارواکو وویل چې په دغه بیړۍ کې په غټ شمیر ولسې او د اوږې د سر څخه د ویشتونکي راکټ مرمۍ بار وي. دغه بیړۍ تیره ورځ ودرول شوي او په اړه یې په شمالي کوریا باندي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحریمونو کمیټې ته راپور ورکړ شوی دی. شمالي کوریا او ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چينه", "output": "يوه چينه له برهدځلانده شګو له چمهدکاڼو او کمرو دخاموشۍ له دنيااوبه يې بهانده مستې اوخوشاله ګامونه يې س� �ګردانهځان رسول غواړي دشنه ځنګله دشنو ونوشنه سيوري لاندې دمه کيدو ته دځنګله زړه يخيدوته د دنګو ونو دشنی ځوانۍ قدموتهدمرغانو دسندريزکلي ټپوتهلا يې ځان ته پام � �وی نه ويلاپه خپل ځان خبرې نه ويلا ترمنزله رسيدلې نه ويلايې دځان په اړه څه ويلي نه ويلايې دقدرت د� �هکاروپه اړه پوښتلي نه ويلايې ددنيا خواږه څکلي نه وي لا دشنه ځنګله شنه سيوري ته يو څوشيبې درې دلې نه وي وچې شې په لارکې د وچوو بيدياوو دخاره ځمکو زوزانو او اغزو پښوتههوکې: ژوند دهمداسې يو نامراده مزل نوم دی چهارشنبه د1388کال دغبرګولي دمياشتې 28مه کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نیوزویک: امریکا باید افغانانو ته د خروج ثبوت وړاندي کړي", "output": "سرچینه : نیوزویک ام� �یکایۍ ورځپاڼه نیوزویک امریکايي مجلې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان دافغانستان دستونزو دحل کېدو لپاره یوه شپږنکاتي طرحه وړاندیزکړې . د دې مجلې دافغانستان دخاورې مساحت اودنفوسوشمېرته په پام سره دې هیواد ته داوولس زرو نوروځواکونودلېږلوپراغېزشک څرګند کړی او لیکلي یې دي چې له یوې خوا دومره شمېرځواکونه دافغانستان امنیت نه شي ساتلای اوله بلې خوا دځواکونوزیاتوالی دملکي تلفاتوشمېرزیاتوي چې دافغانانو دپارېدو سبب کېږي . دې مجلې ولسمشربارک اوباما ته دیوه شپږنکاتي پلان وړاندیز کړی چې په هغه کې ویل شوي بارک اوباما باید اعلان وکړي چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې دایمي اډې ولري اوکه پرسولې موافقه وشي نوپه مرحله وار ډول له افغانستانه خپل ځواکونه باسي .دنیوزویک په وینا دا اعلان به دطالبانودا ادعا رد کړي چې امریکا غواړي د دوی هیواد ونیسي . نیوزویک همداراز لیکلي چې طالبانوته دې اوربند اعلان شي ، داسي اوربند چې دوه اړخیز وي . داوربندپه ترڅ کې دې د ټولو افغان قومونواومذهبونوداستازو لویه جرګه جوړه شي اودطالبانوهغه غړي دې هم ورته راوبلل شي چې اوربند مني"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بغدادکې چاودنو د ١٧ عراقيانو ژوند واخيست", "output": "د هغو چاودنو له امله چې نن د عراق د پلازم ينې بغداد ښار په مختلفو ګڼ ميشت سيمو کې وشوې څه کم د ٢ عراقى عسکرو په ګډون ١٧ تنو عراقيانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي . په دغو چاودنو کې گڼ شمير نور ټپيان شوي دي . چاودنو په داسې مهال کې په بغداد کې زور اخيستى چې ٤٠ زره کورنى او بهرنى ځواکونه ددغه ښار ساتنه کوي او ټينګ امنيتى تدابير يې نيولي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زابل کې سل مامورين کمپيوټریان سول", "output": "د زابل ولايت د پوهنې رياست اړوندو سلو تنو مام ورينو په دې وروستيو کې دکمپيوټر زده کړې ترلاسه کړې دي . ددې ولايت د پوهنې د رياست مرستيال غلام رسول وويل چې دا پروګرام له تېركال راهيسې پيل شوى و او اوس هم دوام لري . هغه زياته کړه چې له دې لارې تراوسه پورې نږدې سل تنو ته د كمپيوتر په برخه کې زده كړې وركول شوې دي . غلام رسول وويل چې دا پروګرام د امريكا دمتحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له لوري پر لاره اچول سوى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغاني رسنۍ دلوړتيا او ځوړتيا ترمنځ ( دسباوون لیکنه)", "output": "موږ د رسنيو په اړه وايو چې � �سنۍ هغه وسيله ده چې خلكو ته هغه پټ حقايق روښآنه كوي چې داورېدو او ليدو مستقيم تصور يي ناشونى وي يا په بل عبارت سره رسنۍ ددولت او ملت تر منځ دپول په حيث واقع دى چې دولت دخلكوله ستونزو او خلك ددولتونو له كړنو خبروي . كه هر ډول يي تعريف كړو يا ورته هره اصطلاح وكارووخو دمدني ټولنې په رامنځ ته كېدواو پياوړي كېدو كې درسنيو له ونډې سترګې نشي پټيداى او همدغې ونډې رسنيو ته په ټولنه كې ځانګړى ځاى وركړى دى . دتولنو جوړېدا، غوړېدا او دشفافوټاكنو د تر سره كېدا پړاوونه درسنيو په مټ برياليتوب ته رسيږي دټاكنو له ا� �زښته او پكې دخلكو دونډې داخېستو په اړه رسنيو داسې رول ادا كوى چې په غير مستقيم ډول خلك ددولت او حكومت په جوړېدو كې برخمنيږي. همداراز په نړېوالو بدلونونو كې ترټولو ډېره ونډه درسنيو وه ځكه چې دشعور او فكر د تړاو او تړون يوازينۍ لار همدا رسنۍ وې .خو په تاسف سره ووايم چې په كومه ټولنه كې رسنۍ له توازن او دقت څخه پښې اوباسي نو په هغه ټولنه كې ناخوالې زيږيږي . داډول بې بندو باره يا به اصطلاح بې برېكه او بې موخې رسنۍ زيات� �ه په هغو هېوادونو كې شتون لري چې تازه تازه زمونږ په څېر له جګړو راوتلي او په ټوله مانا دبارودو دوړې ترې نه وي څنډل شوي ، ځكه جګړه په يوه شيبه كې د مليونونو كلونو تاريخي ميراثونه او فرهنګي او كلتوري شتمنۍ لولپه كولاى � �ي په اصطلاح جنګ پر مادې ورانكاريو سربېره ډېرې مانوي ورانكارۍ او زيانونه په ځان پسې راوړي چې ددويمې ب� �خې دجوړښت لار يوازې رسنۍ دي .خو په افغانستان كې دا مسله معكوسه ده او دلته دجګړو پر مهال هم كورنيو او هم بهرنيو رسنيو دا حق نه دى اداكړى ځكه دجګړو پرمهال له افغاني رسنيو څخه ناوړه ګټه اخېستل شوې ده او يوازې دجګړييزو تبليغاتو په موخه دچاپ له ستوني تيريدى . درسنيو په نامه دخلكو دپارولو اودهېواد دړنګولو په لا� �ه كې كار اخېستل كېده خو بيا يي هم ازادې ګنلې او دغې ډول ګڼلو دازادۍ دكلېمې باور تت كړ . بل لور ته په افغانستان كې درسنيو تاريخچه هومره اوږده نه ده چې دسمون او پرمختګ ټول پړاوونه يي ګاللي واى خو درسنيو د � �ته وړتيا او اوسنۍ اړتيا ددې لامل شوه چې رسنې په ډېر لږ وخت كې اوږد واټن ووهي او داډول واټن وهل طبيعي ده چې بلا خامۍ لري . په افغانستان كې رسنۍ له همداسې خاميو ډكې دي او پايلې ډېر وخت داسې راوځي چې خلكو ته دپرمختګ پر ځاي دپه شاتګ لاره اسانه وي يانې دخلكو شعور اودپوهي ټيټه كچه دخپرونو دسادګۍ غوښتنه كوي او دا� �ير ځله محسوس شوې چې له رسنيو راپاڅېدليو پارونو درسنيو دازادو خپرونو مخه ډب كړې ده . دقومونو ترمنځ د تاوت� �يخوالي او كړكيچونو په رامنځ ته كېدو كې كله دكوچي او هزاره په نامه او كله دازبك او ترك تبارانو په نامه خونړي كش وګيرونه يي ښې او رڼې بېلګې بللاى شو . كه خلل په دې لرې كيږي چې ګواكې له نړېوالو رسنيو كاپي ترسره شي نو ښايي تر هغې دمخه دنړېوالو ټولنو هويت اوماهيت زمونږ ټولنې ته راكاپي شي او دا كار سمدستي او سملاسي � �ونى نه دى يانې وخت ته تر بل هر څه ډېره اړتيا لري او وخت ته اړتياددې مانا لري چې اوس مهال رسنيو خپرونې له وخته وړاندې دي او دومره اډوانس كېدل به ددې پرځاي چې رسنيو ته پياوړتيا وروبښي درسنيو باور ته زيان اړوي چې دهغې جبيره به همداسې مهاليز واټن وهلو ته اړتيا ولري .يوه ستونزه چې درسنيو دپراختيا او دتعدداو تشتت څخه رازېږ ېدلې هغه يو رنګي ده ټولې تصويري رسنۍ يو بل ته ګوري اود كټ مټ خپرونو جوړېدو سيالۍ پېل شوي دي . دا كار په چاپي ، غږيزو او تصويري دواړو رسنيو كې په لږ توپير سره ليدلاى شو . په چاپي رسنيوكې د قلم او كلام عفت او اخلاقو ته پاملرنه كمه شوې او دتنقيد په چاپيريال كې دښكنځلوبازار تود دى همداراز په تصويري رسنيوكې د ملي فرهنګ ځاي دپرديو فرهنګي خپرونو نيولى او غږيزو رسنيو خو يوازې موسيقۍ ته كار ويلاى كله چې راديو راواخ� �ۍ نو سړى حيران شي چې ګواكې په هيواد كې نور ټول كارونه او بشري پرمختګونه دټكنالوژۍ او نورو اسانتياوو سره هر څه بشپړ شوي او يوازې دېته اړتيا ده چې غوږونيسو او انګريزي ګيتار واورو ( !) پر دې سربېره يو شمېر � �سنۍ په مستقيم ډول د نورو ګاونډيو هېوادونو فرهنګ ته په چوپړ بوختې دي او هڅه كوي چې دړندو په روان تور بازار كې دافغانستان ملي كلتور او هويت ته پردۍ جامي ورواغوندي او ورو ورو يي دپرديتابه پر ستغ وروخيژوي . پو� �ته يادې شوې ناخوالي اوسمهال له هيچا پټې نه دي او دې مسلې دافغانستان درسنيو دروان بهير راتلونكې تر پوښتنو � �اندې راوستې ده .تاسو فكر وكړۍ چې په يوه هېواد كې داسې فرهنګي ناتار روان وي ايا درسنيو نه تمه څه ده او عمل كې څه روان دي؟ يانې داسې يو معيار نشته چې رسنيو ته په ګوته كړي چې اين راه كه تو ميروي به تركستان رفته است .دعلماو شورا ، ملي شورا ، فرهنګي كميسونونه او لويه څارنوالۍ ټول ديوې رسنۍ د نامسلكي او غير اخلاقي خپرونې په مخنيوي بوخت دي خو وس يي نه رسي . ايا څه فكر كوۍ چې ددې رسنيو تر شا كوم ځواك شتون لري چې په ډېره سپين ست� �ګې دهېواد قوانين تر پښو لاندې كوي خو ليدل كيږي نه لامل يي ښايي داوي چې دا ځواك خو ځكه نه ليدل كيږ ي چې دا يو نه دي او خواو شا څه دپاسه څلوېښت هېوادونه په دې برخه كې درسنيو دتمويل له لارې غواړي دخپل موډ ډيموك� �اسۍ ته چوپړ وكړي په اصطلاح يو تور داب جوړ دى چې دوچو له زوره لامده هم پكې سوزيږي . اوس نو په افغانستان كې درسنيو موضوع په اصطلاح دپاكستان لاهوري نيشنل اچار ته ورته ده چې هر ډول شيان او مصالحه جات په كې شته خو دټولو خوند يو شان دٰى او دكيفيت له مخې مخ په ځوړ او دكميت له مخې مخ په لوړه روان رسنيز بهير په حقيقت كې دهمداسې سرګردانۍ سره مخ دى په اصطلاح دړندو اټن دى پرس مالوم نه دى څوك په چپه تاويږي او څوك په ښۍ . په داسې حالاتو كې درسنيو د پرمختګ او معياري كېدو لافې دسپېنې ورځې درواغ دي چې دڅو كهوسه مخو او نيك ټايي لرونكو په خوله باديږي هغه هم په دې هيله چې غواړي ټوله نړۍ پرې تېرباسي او هغه هم پرمختللې نړۍ. داحالت بۀ تر كومه زمونږ په فرهنګ ساري او طاري وي او لرغونى او قديم افغاني فرهنګ به دطاووس په څېر سل اويو رنګونه و� �ري دې پوښتنې ته ښايي هر څوك بېل ځواب ولري خو زما په اند درسنيو د سمون په موخه لاندې وړانديزونه درسنيو هم كارانو او جواز وركونكو لوريو ته كه په مخ كې كېږدو او لږ پام ورته وشي نو ښايي كه په ټوله مانا نه وي خو يو څه رغوونكى بدلون او سمون ته لاره هوارولاى شي . ۱- درسنيو همكاران يانې درسنيو دنړۍ پادشاهان چې غواړي له دې لارې خپلو بچو ته يو سابه او جوارى پيدا كړي بايد مطبوعات د شخصي ګټو يانې د ارتزاق يوازينۍ لاره ونه ګڼي او كومه بله لاره هم ولټوي تر څو خپلو بچيانو ته يو سابه او جوارى پيدا كړي .۲- رسنيو ته بايد دن� �راتي پاليسۍ پربنسټ لورى او لاره وټاكل شي چې دهېواد دملي كلتور ملي هويت او ملي فرهنګ سره په ټكر كې نه وي او دغه چار بايد ديو خپلواك فرهنګي او كلتوري كميسون له خوا تر سره شي .۳- د رسنيو دارزونې او كنترول له پاره بايد يوه متوازنه او متواتره اداره وټاكل شي او پرله پسې څارنه او رغونه وكړي .۴- په فرهنګي فضا كې دك� �ه كتنې لړې پېل او په كټ مټ بڼه خپره شي . او په دې ډول په رسنيز بهير كې درغنده او برېكنده بدلونونو تصور ورو ورو دشونتيا خواته ځي او دا خبره رښتيا كېږي چې وايي پياوړى هوډ دبري درشل دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سيدا باد كې دوه ښوونځي پرانستل شول", "output": "ميدان ښار، ۱۱ ثور ۱۳۸۵ هـ ش:دميدان وردګوولايت په سيداباد ولسوالۍ كې دوه ښوونځي دولايت دمرستيال ښاغلي سيد محمد حسېن بصير له خوا پرانستل شول. له دغو ښوونځيو څخه يو ښوونځى په `كوه ګرد` اوبل په `جنګجاى` كې ټيكاو لري. د`كوه ګرد` ښوونځى دم ګړۍ ۳۴۰ او دجنګجاى ښوونځى ۳۵۰ هلكان او نجونې زده كوونكې لري. نوموړو زده كوونكو به له دې وړاندې په سپېره ډاګ اوترشنه اسمان لاندې زده كړې كولې.نوموړي ښوونځي دجاپان له خوا ديولـــــــــك امريكايي ډالرو په مالي مرسته د`ذوا` مرستندوې ټولنې له خوا جوړ شوېدي. د يادونې وړ ده چې هر ښوونځى په يو نيم جريب ځمكه كې چې دځايي وګړيو له خوا ورته بېله شوې وه، ودان شويدي.هر يو ښوونځى شپږ د لوست خونې او يو چلونځى يا اداره لري، چې هره خونه پر، اړينو توكو سمباله ده. ددولتي سرچينو له خولې په درستو ميدان وردګو كې ۲۶۵رسمي او ۱۲۰ نا رسمي ښوونځي شته دي، په دغو ښوونځيو كې له سلو زرو نه ډېر نارينه او ښځينه زده كوونكي په زدكړې لګيا دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ددوستۍ فرهنگي ټولنی دخواخوږۍ پيغام", "output": "په ډېري خواشينۍ سره مو خبرتر لاسه کړ چېپرون د(د وږي دمياشتي په ١٩ نيټه افغان روڼ اندۍ دپکتيا والي او کابل پوهنتون پخوانۍ استاد حکيم تڼيوال په خپل ټا ټوبې پکتيا کښي دهيواد د ټولنيز عدالت او دموکراسۍ دمخالفينو ددښمنانو له خواد ځانمرگي بريد په پايله کښي په شهادت ورسېد! انا لله وانا اليه راجعون .حکيم تڼيوال د طالبانو د حاکميت له راپرزېدو نه وروسته د خوست والي او بياد افغانستان د کانو او صنايعو د وزير په توگه دلنډې مودې لپاره پر دنده پاته � �و،تقريبأ دوه کاله کېدل د پکتيا د والي په توگه يې دنده ترسره کول .حکيم تڼيوال د کابل پوهنتون دتعليم او تربې له پوهنځۍ نه فارغ شو ،اوله جرمني څخه يې په ټولنپوهنه کې د ماسټري سند ترلاسه کړ؛ هغه د کابل پوهنتون داستاد په توگه هم دنده سرته ورسولې . حکيم تڼيوال په پېښور کې د افغانستان دازادو ليکوالودمسولينو له ډلې څخه وو.او د افغانستان پر سياسي او ټولنيزو مسايلويې گڼ شمير مقالې ليکلي وې .مرحوم تڼيوال يو عمــــرپه بهر کښي دهېــــواد دسوکـــــــالۍ ، آبادۍ ، پرمختګ او رښتيانۍ خپلواکۍ په لار کې نه ستړې کېدونکي هـلې ځــلې کړېدي . دجلاوطنۍ پر مهال يې دافغانستان دپوهنتونونوداستادانود ټولنې ،او افغانستان دآزاد دليکوالو ټولنې په جوړېدو کې مهــمه ونډه درلوده .مرحوم تڼيوال دشوروي پوځ تر بېرته ستنېدو وروسته پــــه افغانستان کې دسولې ، ملي واکمنۍ او دموکراسۍ دټينګښت لپاره ډي� �ي هلې ځلې ترسره کړې .د هيوادد دښمنانو په لاس د داسې علمي شخصيت وژل موږ له بهر نه دافغان ولس دښېرازۍ ، هوسا ينې او پر مختگ پر خلاف د يوې اوږدې توطيې دپروسې دپلي کولويوه برخه بولو، چې د افغانستان په بېلا بيلو سيمو او ولاياتو کې د هيواد دعلمي ،اجتماعي او اقتصادي پرمختګ د دښمنانو له لورې په اګاهانه توګه تر سره کېږې . په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه په داسې حال کې چې ځانونه د استاد تڼيوال دکورنۍ دټولو غړو، دهغه ددوستانواو علاقمندانو سره په غم کښي شريک بولي، په هيوادکښي ديو روڼ اندې چارواکي وژنې په کلکه غندلوسره ،دولتي جگپوړي چارواکي پدې مکلف بولي چې ژر تر ژره دهغو څخه چې دداډول ترهگرو په روزنه اوپالنه کښې برلاسي دي ، دهغوي دنيولو او افغانې چارواکو ته دسپارلو غوښتنه وکړي . موږ يو ځل بيا د افغان ولس په وړاندې دغه شان کرغېړنو اوحشيانه جنايتونو په غندلوسره داستاد حکيم تڼيوال روح ته په دوعا کولو سره دلوي څښتن له دربار نه هغه ته فردوس جنت غواړو، دکو� �نۍټولو غړو او علاقمندانوو ته يې د زغم اولوي صبر هيله کوو. ددوستۍ دفرهنگي ټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زاړه شراب او پياله نوې_نوې", "output": "دا څومره حسن و ښكلا وه څومره څومره رنګونه وه ګډا وه څومره نور ته تصور يې ته پخپله كوه ټول كاينات سره پخلا وه څومره د جانان هره وعده نوې نوېزاړه شراب او پياله نوې نوېپوره لښكر د توبو كار و نه كړباسمه بله توبه نوې نوې كله ټپه كله سند� �ه به وهپه ترنم هره خبره به وه روح به له روحه غاړه واخيستله دا شېبه څومره خوندوره به وه تياره بېخي نه وه رڼا وه ټوله ژړا مړه شوې وه خندا وه ټوله چا ويل په دې دنيا جنت څه كويما ويلې دا برخه زما وه ټوله ليده مې نه، وه راسره جانان مېلكه كعبه او مدينه جانان مېزړه يې ترې وباسه زه پوى نه شومه زما يې څېره كړه سينه جانان مې ستړى ستومانه به ارام و پكېكه به هر څومره ډېر بدنام و پكېهغه جومات كې ټول به يو شان نه وهڅوك مقتدي وه څوك امام وه پكې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لــــــــــــوی اختر شـــــــــــپه په انځـــــــــــــــــورونـــــــــــو کي", "output": "د انځورونو راليږونکی خليل الله سروري جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006 جنوري 09, 2006"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چارواکي :فراه کې يو طالب قومندان نيول شوي", "output": "فراه کې امنيتي چارواکو منلې چې د ګډو عم� �ياتو په ترځ کې يې د ملا عبدالقيوم په نامه يو طالب قومندان ددغه ولايت د بالابلوک په ولسوالۍ کې نيولۍ دي. فراه کې دري ورځې وړاندې گډ عمليات پيل شوي ، چې ٦٠٠ افغان او بهرني ځواکونه په کې گدون لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "شعر ستادې جلوه ګانو له مونږه هستي هیره کړي هره توبه مو دمیو په مستــــــــــــي هیره کړي درقیب په مورچل ورخیږو نه لرو ترې ویــــــــــره داخودمینې جنګ دی مونږه سستي هیره کړي هرپیغورمنو،هرستم هر کړاو ستاپه عشق کې هسې بقا م ونږه سره هم زیستي هیره کړي ترپرونه ددې قلم غزل ستا حسن ستــــــــــایه نن د(ولـــــي)خیال و تصور،چستي هیره کړي ولي الله ځدراڼ ــــــــ میسور،هند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کربلا", "output": "لا خو دسرې بلا خلاص شوی نه وملا می بيدياوی دسرو وينو وچی شوی نه ویلا جنازی می دبچو په خاورو شوی نه ویلا می ګريوان دتړمو اوښکو نه وچ شوی نه وهلا می دبوری مور ستاينی دريدلی نه ویلا می دګرانی خور کوکاری تمی � �وی نه ویلا می په کلو کی اوبه لږ رڼی شوی نه ویلا می ګودر ته ښاپيری را ټولی شوی نه ویلا په بانډو کی می حجری لږ تودی شوی نویلا پرديسيان می خپل کورو ته ستانه شوی نه وهلا دروسی سکا ډونو تور ی وريځیمی د آ سمان نه ورکی شوی نه ویچه هفت بلا می بيا په کور راغللهڅه چه لږ پاته وه په کور کی زماهغه ئی ټول را ته تالا کړل ګورهلا د کابل ديتيمانو اوښکی چا وچی کړی نه ویچه د نظار شورا د غلو دلاسهځما دپيړيو خزانی تالا شویلا په وطن کی می د وينو درياب لږ شان وچ شوی نه وهلا می په بڼ کی ګل غوټی لږ خنديدلی نه ویلامی مليار د بڼ مرسل ته نږدی شوی نه وهلا خو عاشق می معشوقی ته دوصال په شيبهپه تور ذلفو دلاله ګل ور ټمبلی نه وهلا دمور غيږ کی نازولی خوارکی ماشوماند ماشومتوب په خوب بيده پاتی وهچه په وطن باندی می بيا توره بلا خپره شوهلا تياری می په آسمان حکمرانی کړهلا نړی کی د بودا وير او ماتم وه لا ئی خاوری په باميانو کی پرتی ویلا د زړو زخمونه نه وه کوشير شویلا روانی وی ملنډی په اسلاملا روانی چلوټی وی ديهودو امريکا کیچه وحشی لښکری بياراغلی ختن تههره خوا ئي را ته جوړی جيلخانی کړیچه سر جګ کړم دخپل حق څخه دفاع کړمالقاعده شم يا طالب شم په دنيا کی لا ليلی دشت کی پراته ټول شهيدان دیلا د توری بوری ټول کاڼی سوزان دیلا روزګان کی د واده شپی په ارمان دیپنجوائي کی اختر په وينو رنګ کړکور په کور ئی راته جوړ د غم معشر کړکربلا ته خلک ور درومی په ثوابکربلا شوه پنجوائی زمونږ د ح جاج ويانا ۷/۱۱/۲۰۰۶"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لغمان په پېښه کې محلي چارواکي پړ دي", "output": "دتېرې سه شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې د امریکایانو په ډزو کې یوولس بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي، د لغمان ولایت د والي ویاند له رسنیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړه مګر د افغاني امنیتي ارګانونو دخالت یې په کې رد کړ. د لغمان د ولایت د ولایتي شورا د غړي ګلزار سنګروال په وینا دغه عملیات د سپیشل فورس له خوا نه چې له جلال اباد څخه راغلي وو ترسره شوي او یوولس تنه بې ګناه هېوادوال په کې شهیدان شوي. له دوو کلونو راهیسې دا څوومه پېښه ده چې په لغمان ولایت کې پېښېږي، خو هلته بې کفایته دولتي اداره پرته له دې چې د خلکو د امنیت، عزت او ناموس ساتنه وکړي یوازې او یوازې د خپلو جیبونو په ډکولو بوخت دي، که د لغمان ولایت له یو عادي اوسېدونکي هم پوښتنه وشي نو د ولایت د مقام لسګونه څه چې سلګونه داسې خیانتونه، درغلۍ او په ملي شتمنیو شخصي تجارتونه به درته بیان کړي چې حیران به ورته پاتې شې. د والي صاحب د پخواني مشاور چې وروسته بیا د درغلیو او فساد له امله بندي شو خبره خو په ټول ولایت کې ځای پر ځای په بنډارونو او مجلسونو کې یادېږي، وایي د والي مشاور ته کوم ملګري په کوم شخصي مجلس کې ویلي وو، چې د چارتراشو قاچاق مو لږ کم کړی هسې نه چې مرکز درباندې خبر شي، هغه ځوان ورته پرته له ځنډه ویلي وو چې والي صاحب په امریکې کې زده کړې کړي داسې اسناد پر ځان نه پرېږدي چې سبا پرې ونیول شي. د اوسنۍ پېښې په لیدلو سړی په ډاډ سره ویلای شي چې د دولت لوړپوړي چارواکي چې په ولایت کې د ولسمشر تمثیل کوي د خپلو هغو کارونو پر ځای چې ددولت له خوا ورته سپارل شوي پر نورو ناولو تجارتونو بوخت دی، که چېرې دوی خپلو دندو ته پاملرنه وکړي، وخت پر وخت امنیتي غونډې ونیسي، کورني او بهرني ځواکونه سره همغږي کړي نو ولې داسې پېښې رامنځته شي چې خلک ولسمشر ته په ورکړو رایو پښېمانه شي. د نړیوالو راپورونو پر اساس همدغسې بې کفایته سیمه ییز چارواکي ددې لامل شوي چې دولت او خلک سره لرې کړي، د افغانستان شریف او با عزته ولس په لوی لاس د خپل دولت مقابل ته ودروي او په نتیجه کې اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي. د لغمان خلکو خپل شهیدان پر اوږو د ښار تر دروازو د مظاهرې په توګه راوستل چې وروسته بیا ددولتي ځواکونو په ډزو کې د ولایتي راډيو یو ژورنالیست شهیدزوی ووژل شو او د شمشاد ټلویزیون خبریال طاهر ساپی ښه په مړه ګېډه ووهل شو، که څه هم ولسمشر، د ژورنالیستانو اتحادیو او نورو خپلواکو ټولنو دغه پېښه وغندله خو زما په نظر یوازې د پېښو په غندلو د ولسمشر او نورو ارګانونو مسولیت پای ته نه رسېږي، دوی باید د نړیوالو ترڅنګ محلي چارواکي هم ترپوښتنې او ګروېږنې لاندې ونیسي، ځکه چې اکثره پېښې د سیمه ییزو مسولینو د نا سمو راپورونو او ناسم همغږۍ له امله رامنځته کېږي. دولتي چارواکی دنده لري چې خلکو ته خدمت وکړي، نه دا چې خلک ووژني او پر ملي شتمنیو یې خېټې واچوي. که چېرې د افغانستان ولسمشر په رښتیا هم غواړي پاک خلک وګوماري نو په راتلونکي کې دې په کار پوی، مخلص او هېواد دوسته خلک د ولایتونو پر څوکیو وګوماري نه داسې کسان چې له یوې خوا ددولت او ولسونو ترمنځه فاصله ایجاد کړي او له بلې خوا ملي شتمنۍ داسې چور کړي چې ګټه یې نه دولت ته وي او نه د افغانستان خلکو ته، یوازې او یوازې دوی خپلو ځانونو ته پرې محلونه جوړ کړي او بس."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لوگر کې راغلي سیلابونو دوکانونه وړي.", "output": "دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دلوگر ولایت په مرکز پل عالم باندې له اورښت وروسته سیلابونه راغلي چې کوم ځاني زیان یې ندی رسولی خو دښار ځینې دکانونه یې له ځان سره وړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سرپل کې ١٣ تنه وژل شوى دى", "output": "د سرپل ولايت د کوهستاناتوولسوالى د غولدار په کلى کې ١٣ تنه د غره د يوې برخې د ښوئيدو له کبله مړه او يو شمير ټپيان شوى دى . ددغې پېښې له امله ٥ کورونه هم ويجاړ شوى دى .يو ماښوم ژغورل شوى دى ، دسيمې اوسيدونکى له دولت څخه ګيله من دى چې دولتى چارواکو ورسره هيڅ ډول مرسته او لاس نيوى نه دى کړى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "٦٨ تنه مخالفين له دولت سره يو ځاى شول", "output": "د ملى پخلاينې د کميسيون د هڅو له مخې چې مشرى يې حضرت صبغت الله مجددى په غاړه لري ٦٨ تنه مخالفين له دولت سره يو ځاى شول اود کميسيون د چارواکو په وينا له خپل مخالف څخه لاس په سر شول . دوى ته د يوې ناستې په مهال نن کابل کې د مجددى له خوا هرکلى وويل شو . چارواکو وويل ،نوموړو کسانو د طالبانو او د ګلبدين له اسلامى ګوند سره تړاو درلود ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغاني رسنۍ تر ټاکنو دمخه تر فشار لاندې دي(رپوټ)", "output": "سرچینه: د سولې او جنګ د رپوټ ورکوني انستیتیوت د چارواکو له خوا د (پيمان ) د ورځپاڼې د بندولو هڅو ته د مشرتابه تر سيالۍ دمخه په ژو� �نالستانو باندې د فشار په سترګه کتل کيږي. څارونکي وايي د يوې افغاني ورځپاڼې بندول، چې مسؤول چلوونکى يې د يوې لنډې مودې لپاره د يو غيراسلامي مضمون د خپرېدو په تور بندي شوى و،د هغه روان کمپاين يوه برخه ده، چې غواړي په اګست کې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره رسنۍ د ځان تابع کړي. د پيام ورځپاڼې څرګنده کړه، د هغوى په کا� �کوونکو باندې د زيات فشار د راوړلو له امله د فبرورۍ په اتمه نېټه خپلې خپرونې دروي. داسې بريښي، چې د ورځپاڼې بندول د جنورۍ په ١١ د هغه مضمون د خپرولو په پلمه تر سره کيږي، چې ديني عالمانو شورا هغې ته د کفر په سترګه کتلي و. په يوې بيانيې کې ورځپاڼې د دموکراسۍ او د بيان د ازادۍ پر ضد ځواکونو، د هغوى له ډلې څخه په ولسمشر حامد کرزى، پړه اچولې ده. په بيانيې کې راغلي دي، ولسمشر د ورځپاڼې د بشپړ انتقادي دريځ او د خپلواکو معلوماتو د غب� �ګون د دريځ له امله تر سخت فشار لاندې راغلى دى. د ادعا شوي کفر کيسه له يو افغان ويب پاڼې خاوران څخه کاپي شوې او د يوې بلغاريايي زړې مېرمنې وړاندوينه يې خپره کړې وه. باباونګي (Baba Wanga) د عيسى (ع) اوحضرت محمد صلى الله ع� �يه وسلم په ګډون د ټولو پيغمبرانو د رسالت او پيغمبرۍ په اړه شک څرګند کړى دى. دې کار ملايان په غوسه کړي. هغوى په ورځپاڼې کې ددې خپرونې (کفر) تر شا د ښکېلو کسانو په وړاندې يوه فتوه خپره کړه او هغوى ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه. په افغانستان کې (سخته سزا) په عام ډول د مرګ معنا ورکوي. پيام ادعا کوي، چې دا مضمون سهوا خپور شوى او د ورځپاڼې په راتلونکو ګڼو کې يې په پرله پسې ډول بښنه غوښتې ده. په دې کار ملايان راضي نه شول او بيا بيا يې افغان حکومت ته ګواښونه کول، چې که ادعا شوو مجرمينو ته په سزا ورکولو کې پاتې راشي، پايله به يې عمومي وګړنيز پاڅون وي. حکومت د جنورۍ په ١٥ د پيام د ورځپاڼې اووه تنه کارکوونکي تر پلټنې او څېړنې لاندې ونيول. له څو ساعتونو وروسته يې شپږ تنه خوشې کړل. د ورځپاڼې مسؤول چلوونکى، نظري پرياني د جنورۍ تر ٢٠ پورې تر نظارت لاندې پاتې شو هغه په موقتي ډول خوشې شوى او د محاکمو چارواکي وايي د پرياني دوسيه لا تر اوسه پرانيستې ده. لوى څارنوال اسحق الکو وويل: زموږ ټولنه اسلامي ضد پروپاګندونه زغملى نه شي. هغه به په راتلونکي کې منفي پايلې ولري. پرياني له خوشې کېدو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې خپل توقيف د ټولو قوانينو او همدا� �نګه د ملي او نړيوالو اصولو خلاف کار وباله هغه د توقيف او د توقيف د شرايطو په اړه شکايت وکړ. نوم وړي خبريالانو ته وويل: د لويې څارنوالۍ يو چارواکى ... له پوليسو سره زموږ دفتر ته راننوت او زه يې زما له شپږو تنوهمکارانو سره بندي کړم. پرياني وويل هغه په بند کې له نورو عادي مجرمينو سره يوځاى ساتل شوى او په دې بهېر کې ترې دوې ځلې پوښتنې او تحقيق شوى دى. هغه وويل: د يو ژورناليست په توګه دا زما په وړاندې يو ډېر سپوونکى عمل و. د پرياني قضيه له مذهب څخه د يوې وسيلې په توګه په ژورناليستانو باندې د بريد لپاره تر ټولو وروستۍ پېښه ده. سيد پرويزکامبخش د ٢٠٠٧ کال له اکتوبر راهيسي اسلام ته د سپکاوۍ د يو ناڅرګندعمل له امله په بند کې ورځې شپې تېروي. په هغه باندې ادعا شوى جنايت هم له انټرنيټ څخه د يو مضمون د کاپي کولو او په ب� �خ پوهنتون کې خپلوهم ټولګيوالو ته د هغې د وېش له امله وارد شوى و. په هغه باندې ادعا شوې وه، چې په اسلام کې يې د ښځو د حقونو په وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه. کامبخش له هغې څخه انکار کوي. هغه لومړى د مرګ په سزا محکوم شو. د استيناف محکمې د هغه سزا شل کاله بند ته راټيټه کړه. د هغه دوسيه لا تر اوسه په ستره محکمه کې پرته ده. د غوث زلمي په نامه يو بل وتلى افغان ژورناليست د ٢٠٠٧ کال له نومبر راهيسې د زندان د ميلو تر شا پروت دى. په هغه باندې د قران د ژباړې له امله د شل کاله بند سزا ختلې، چې د ديني عالمان په اند ناسمه ده. د هغه د استيناف غوښتنه په پرله پسې ډول ځنډول کيږي. په دې وروستيو کې د فبرورۍ په اتمه يوبله غونډه وشوه او بيا وځنډيده. د رسنيو ماهران وايي، دا درې واړه قضيې د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف دي.د افغانستان د ژورنا� �يستانو د خپلواکې ټولنې مشر، رحيم الله سمندر وروستۍ پيښې ته په ګوتې نيولو وويل: هيڅوک مستقيما د ژورناليست د بندي کولو حق نه لري. د (پيام) موضوع بايد د رسنيو د سرغړونې کميسون ته وړاندې شوى واى. دا کار څرګندوي، چې قانون په پام کې نيول شوى نه دى. په ٢٠٠٦ کال کې د رسنيو د تصويب شوي قانون له مخې: کميسون ددې قانون له حکمونو څ خه سرغړونه څېړي. که چېرته موضوع د قانوني تعقيب اړتيا ولري، هله بايد عدلي ارګانونو ته وړاندې شي. د اط� �اعاتو وزرات په يوې خپرې شوې بيانيې کې ويلي، چې کميسون پېښه څېړلې ده. هغوى ته څرګنده شوې، چې هغه د کميسون له واک څخه بهر وه. خو د پيام مسؤول چلوونکي وايي، چې هيڅکه هم ورسره کميسون اړيکې نيولي نه دي. لويې څارنوالۍ په خپل سر په پېښه کې دخالت کړى دى. د مهسا طايع په نامه د پيام (د ورځپاڼې) يوې اديتورې او د اوو بندي شوو تنو د ډلې يوې غړې وويل: کميسون پېښه نه ده څېړلې. هغې وويل: د لويې څارنوالۍ چارواکي مستقيما زما دفتر ته راغلل. هغوى دفتر ته راننوتل اوموږ يې د ترهګرو په څېر بنديان کړو. هغوى لا تر اوسه موږ ته ګواښونه کوي، چې، غږ پورته نه کړو. د افغانستان د جزا قانون د ارتداد يا اسلام ته د سپکاوۍ د تور په اړه کوم څرګند دريځ نه لري او په ي� �يني ډول په داسې پېښو کې د مرګ د سزا د ورکولو په اړه کوم احکام نشته. پرځاى يې هغه مادې، چې له ديني جرمونو سره تړاو لري، له ١٢٠٠٠ څخه تر ٦٠٠٠٠ افغانيو ((٢٤٠ – ١٢٠٠ ډالر)) پورې نغدي جريمه يا تر پنځو کلونو پورې د بند يادونه کوي. د قانون ماهرين وايي د افغانستان محاکم داسې قضيې د (ديني) عالمانو د فشار له مخې د اساسي � �انون د ١٣٠ مادې د عمومي حکم تر رڼا لاندې تعقيبوي. نوموړې ماده وايي: که د غور لاندې قضاياو له جملې څخه دکومې قضيې لپاره په اساسي قانون اونورو قوانينو کې حکم موجود نه وي،محمکه د حنفي فقهې د احکامو له مخې اوپه هغوحدودو کې دننه چې دې اساسي قانون ټاکلي،قضيه په داسې ډول حل و فصل کوي، چې عدالت په ډېره ښه توګه تامين کړي. حنفي فقهه د مسلمانانو د څلورو مذهبونو له ډلې څخه يوه ډله ده. د بشر د حقونو د سازمانونو د وينا له مخې دا ماده قاضيانو ته ددې حق ورکوي، چې سزا له قانوني پلوه د مرګ تر پولې وټاکي. سمندر وويل: د عالمانو فشار او د سختې سزا غوښتنه په محاکمو باندې مستقيم اغېز لري. دا د پرويز کامبخش اوغوث زلمي په قضيو کې ښه ليدل کېږي. دا پرېکړه ناقانونه ده او د بيان ازادۍ ته ستر ګواښ پېښوي. هغه وړاندې وويل، کېداى شي د سختې سزا ګواښ هميشه وکارول شي، ترڅو ژورناليستان نا منظم وساتي. هغه وويل: د رسنيو سرغړونې تر هر څه زيات د ارتداد لورې ته راکښل کيږي. د رسنيو حالت له يوې ورځې څخه بلې ته خراب او د ژورناليستو بنديانو شمېر زياتيږي. د رسنيو څا� �ونکي تر هر څه زيات په دې باور دي، داسې پېښې د هغه فشار يوه برخه ده، چې په ژورناليستانو باندې د ولسمشرۍ لپاره تر ټولټاکنو دمخه د يو مذهبي فشار له لارې ايښول کيږي. په پام کې ده، چې ټولټاکنې د اګست په شلمه تر سره شي. د وريځو غونډۍ لا دمخه راغونډې شوې دي. په کابل کې د شمشاد تلويزيون سياسي مبصر، فضل الرحمن اوريا وويل: د کابل چارواکي د افغانستان د خلکو ملاتړ نه لري. برسېره پردې په دې وروستيو وختونو کې نړيوالې ټولنې هم تجريد کړي دي. له دې امله هغوى د خلکود ملاتړ د جلبولو لپاره هلې ځلې کوي، چې ځان زيات مذهبي وښيي. نوموړي زياته کړه، ښايي فشار تر دې هم زيات شي. دې کار په افغانستان کې د رسنيو ډار زيات کړى دى. د پيمان د ورځپاڼې کارکوونکي هغه چال چلن څاري، چې د ورځپاڼې د منفي ارزيابۍ په اړه د کرزي او د هغه حکومت له خوا ورسره شوى دى.طايع وويل: ورځپاڼه زيات لوستونکي لري او موږ په کرزي نيوکې کولې. له دې امله ولسمشر وغوښتل ولسمشرۍ ته تر ټاکنو دمخه و� �ځپاڼه له منځه يوسي. د ولسمشر دفتر په موضوع باندې له څه ويلو ډډه وکړه. ژورناليستان شکايت کوي، چې چارواکي د هغوى کار مخه ډب کوي او ورته وايي چې کارونه مو ودروئ. په جوزجان ولايت کې د نواى کهسار د خپ� �ونې چلوونکي، سيد عالم ممتاز وويل: حکومت ددې حق نه لري، چې په ژورناليستانو فشار راوړي، چې د دموکراسۍ الف، بې تې زده کوي. هغوى ددې کار د سرته رسولو لپاره د دين، قوميت او سمت چاړه کاروي. هغه وويل: باور وکړئ، چې ددې وروستۍ پېښې راهيسې ډېر ډاريږم. اوس راته څرګنده شوه، چې يوه کوچنۍ غلطي سړى زندان يا آن مرګ ته رسولاى شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اسلام او دموکراسۍ د پوليسو توپير", "output": "کله چي په افغانستان کي طالبان واکمن وه هڅه يې کول چي په ټول هيواد کي اسلامي قوانين په بشپړه توګه پلي سي. خو په دې لار کي د هغو په وړاندي غرونه غرونه مشکلات او خنډونه ايجاد سوي وه. له يوې خوا نړيوال خونړي استکبار په افغانستان کي د اسلام د بشپړ حاکميت سره شديد حساسيت او مخالفت ښووى او د طالبانو په کارونو کي يې ستونزي رامنځ ته کولې. له بلي خوا د سيمي ځينو هيوادونو د څرګندو دښمنانو په توګه د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهني کولې او د کفري هيوادونو سره په همږغي يې د طالبانو پرضد د هيواد د شر او فساد توکي هڅول او تمويلول. ځينو هم د دوستانو په نومونو طالبان د نړيوال استکبار په ګټه تېر ايستل او له سمي لاري يې منحرفول. له بله لوري هم د هيواد کورنيو دښمنانو د هيواد د بهرنيو دښمناو او شر او فساد سره په لاس يو کولو سره طالبان پر کراره نه پرېښوول او ورسره په شخړو، مخالفت او جګړه کي وه. بل حقيقت هم دا وو چي طالبان اکثره طالبان وه، د ډېرو د علم او پوهي کچه زښته زياته ټيټه وه او په سياست او حکومت کولو کي خو يې نه تجربه در لوده ، نه سابقه. ژر او ډېر تېروتل، ملايان ( يعني جيد او پياوړي اسلامي پوهان)او د ډول ډول علومو عالمان خال خال پکښېکي وه. د نړيوال کفر د ډول ډول دسيسو او توطئو او مادي او کفري سياست په دې توپان کي ځيني اشتباهات هم ځني وسول. خو د دې سره سره د طالبانو اسلامي واکمني د بېلو بېلو ښېګڼو له پلوه د افغانستان په اوسمهالو واکمنيو کي سارى نه لري. موږ به دلته پر نورو خبرو نه ږغيږو صرف به د طالبانو او اوسني دموکراسۍ پلوي، بلواکي رژيم د پوليسو په هکله په ځينو مواردو کي پرتلنه وکړو. که پر وجدان پښه کښې نه ږدو، د سپيني ماڼۍ د تور او کفري تجاوزګر سياست او د سره ښکېلاک د سره نيڅۍ سوو د پاتي شونو او د لوېديځ ماديت د ډنډورچيانو او د هغو د تالۍ څټو د ناروا تورونو او اوتو بوتو تر اغېزي لاندي فکر ونه کړو او حق ووايو طالبانو داسي امنيت راوستلى وو چي ټول خلک په ډاډ، خوښي او آرامي کي اوسېدل او ځان، مال، ناموس، عزت او هرڅه يې خوندي وه. موږ ليدل چي نه دا مرګ ژوبلي وې، نه دا غلاوي او سړي تښتوني، نه دا اداري فساد، نه دا ډول ډول شخړي او ناخوالي وې. ان د دې بخولو تصور لا هم چا نه کاوه. د هيواد په ګوټ ګوټ کي د آزادۍ، خپلواکۍ او هوسايۍ او بشپړ امنيت او د حکومت د بشپړ واک خوږو وږمو هر مسلمان افغان ته موقع ورکړې وه چي په خپل ګران هيواد کي د يوه سرلوړي مسلمان او پتمن افغان په توګه د لوي څښتن عبادت وکړي، د ځان او اولاد حلاله ډوډۍ له حلالو لارو وګټي، خپل ځان د دې خاوري بچى او مالک وګڼي او د هيواد په ګوټ ګوټ کي وګرځي راوګرځي او هيڅ مزاحمت او بېره او زور او کړاو ونه ويني. خو... اوس موږ ټول ډېر ښه پوهيږو او د سر په سترګو وينو چي زموږ پر خواږه اسلامي هيواد، پر دې د لوى څښتن (ج) ، د اسلام، قرآن، اذانونو، کلمو، مسجدونو، ، زيارتونو او لمونځونو او عبادتونو پر پاکه حاوره باندي څه تېريږي؟ پر دې اسلامي هيواد باندي د امريکايي، اروپايي او هندي کفارو د توراو شوم سياست او کرغېړني خړيتي دموکراسۍ په راتلو سره دلته څه کيږي او څه روان دي؟ موږ ټول ښه پوهيږو چي زموږ هيواد ته د دې شومو او سيه فالو عناصرو او ښکارندو په واردېدو او تجاوز سره اوس خلک هيڅ ډول امنيت، ډاډ او مصئونيت نه لري. نه مو سر او مال خوندي دى، نه مو ښارونه خوندي دي او نه مو کلي او اطراف. نه مو لمونځ پر کراره ادا کولاى سو، نه مو روژه پر آرامه نيولاى سو، نه مو اختر، واده او نور مذهبي او ملي مراسم په خوشالي او ډاډ لمانځلاى سو. په مسجد کي پر عبادت کوونکي باندي د دښمن، ترهګر او القاعده او طالب ګومان کيږي. د تېري روژې پر څلورم روژه مات، يعني د لوى څښتن د مېلمستيا پر وخت خو مو وليدل چي کفارو له دې امله څنګه سزا راکړه. په اخترونو، ودونو او نورو ملي مراسمو کي خو اوس خلک نه سره راټوليږي، ځکه امريکايان يې هرومرو بمباردوي. پر ډول ډول سترو ظلمونو سربېره د ډول ډول ناحقيو، حق تلفيو، بې غوريو، درغليو، فسادونو، فحشاوو او نوروډېرو ورانيو اوغلاوو بازار دونه ډېر تود سوى دى چي په تاريخ کي يې سارى ډېر لږ موندل کيږي. د پيسو د تر لاسه کولو لپاره خلک او واړه ماشومان تښتول کيږي او په بې رحمۍ سره يې ژوند ځني اخيستل کيږي. ان د ډېرو کوزچنيو نجونو سره په زور ناوړه اعمال ترسره کيږي، چي دې ښکارندي زموږ د هيواد په تاريخ کي د دغو دموکراتو لنډغرو تر راتلو دمخه هيڅ سابقه نه درلوده. په دې هکله پخپله د دولت رسمي امنيتي ارګانونه مني چي په دې پېښو کي زياتره پوليس او دولتي چارواکي ملوث وي. نو مرګ دي وي پر دغسي دولت او حکومت او د دې حکومت پر اشغالګرو بادارانو!! خو د طالبانو په وختو کي په دې باب بايد را په ياد کړو چي د دې خبرو پر ضد داسي جدي اسلامي اقدامات کېدل چي په هيواد کي د دې خبرو البوشاکه لا هم نه وه او چايي تصور هم نه سو کولاى. د خلکو سر، مال ، ناموس او عزت تر دې پولي خوندي وو چي ان په راډيو کي به يې په پلاوو پلاوو اعلان کاوه چي پيسې پيدا سوي دي، د هر چا چي دي رادي سي نښاني دې ووايي او وادې خلي. زما د خپل زوى بايسکل د کور دباندي پاته سوى وو، سهار د طالبانو پوليسو دروازه ټکول او ويل يې چي دا بايسکل مو د کور دباندي پرې ايښى وو تسليم يې کړئ. خو اوس تاسي فکر وکړئ چي توپير څونه دى؟ اوس بايسکل ډېر لږغلاکوي. اوس د موټرانو او موټر سايکلانو غلا د خس دزانو کار ګرځېدلى دى اوس اصلي غله په ډېرو لوړو غلاوو بوخت دي. د ملت د خپلواکۍ او آزادۍ په غلا . د خلکو د رايو په غلا. د لايقو او اهل کار کسانو د حقوقو او وجايبو په غلا. د دولتي چوکيو، امتيازونو او دفترونو او د هغو د اړوندو لوازمو په غلا. د ملت د خاوري، کانونو، تاريخي او فرهنګي، مادي او معنوي شتمنيو او داسي ډېرو نورو ارزښتونو په غلا. د مليونو پيسو او ډالرو په غلا. د دولتي مځکو او جايدادونو او عامه شتمنيو په غلا. د تحصيلي بورسونو او چانسونو په غلا. په بهر کي د افغاني سفارتونو او په دغو سفارتونو کي د نورو دندو او سفرونو په غلا. د طالبانو په وختو کي پاکستاني بنايانو او مزدورانو په کندهار او د افغانستان په ځينو نورو ځايونوکي کار کاوه. څنګه چي ټول پوهېدل چي دا هغه بې وزلي کسان دي چي د اولاد په ګوله ډوډۍ پسي له پاکستانه دلته راورک سوي دي، نو هيچا کار نه په درلود. خو اوس د دموکراسۍ پوليس دغسي کسان چي د دې حکومت په خوښه او اجازه او په پاسپورټونو او وېزو دلته په ګڼ شمېر کي د کار لپاره راغلي دي، پر توره ترخه نه پرېږدي او چي ويې نيسي که پاسپورت ورڅخه وي که نه وي ور څخه تر څو څه خوشمړي ځني ونه شکوي نه يې خوشي کوي. د طالبانو په وختو کي ټيټ او بدکاره خلک ترټلي وه، خو اوس د آب او عزت خاوندان د بې عزتو او لوچکو وګړو او د رسمي توپکيانو او د امريکايانو د نيوني له لاسه اخ نه سي کښلاى او په خپل وطن کي د پردي او جنايتکار غوندي غلي ګرځي. موږ ډېر وينو چي کوچني او لوى غله، کورني او بهرني جنايتکاران، ستر بډي خواره، اختلاس کوونکي، د فحشاوو، بربنډتوب او د پردو د منحط فرهنګ او شومو موخو دودوونکي او پلي کوونکي او د شر او فساد توکي ښاغلي او مصئون ګرځي، خو بې ګناه وګړي له کورونو، مسجدونو او لارو کوڅو څخه نيول کيږي او پتي يې ورکيږي. موږ په پلاوو پلاوو ليدلي دي چي ژورناليستان ( کوم چي د دې جنايتکارو ظالمانو رشتيا او درواغ ورتبليغوي )، فرهنګيان، اسلامي عالمان او د ملت خدمتګاران او د هيواد خواخوږي او پر اسلام او هيواد مينان او نور ډېر بېګناه کسان د پوليسو او نورو لخوا سپک سوي، وهل سوي، بنديخانو ته اچول سوي او ورپسي ورک سوي او ان وژل سوي دي. خو چا يې غور او بازخواست نه دى کړى، بلکي د لوړو چارواکو لخوا رکيک او سپک الفاظ ورته استعماليږي. خو بر عکس موږ وينو چي رشيد دوستم غوندي جنايکاران د عزت، اعتبار او درناوي خاوندان دي. لويي چوکي، ماديات، عياشۍ او بهرته سيل او سفر او نور هرڅه يې په واک کي ورکړه سوي دي. زه نه پوهېږم چي په دې دموکراسۍ کي څه ښېګڼه سته ما خو چي يې هر څه ليدلي دي هغه بدۍ، ناخوالي، کرغېړنتوب، نجاست او بدمرغۍ دي. هيواد او خلک د يوه لا سترناورين پر لور ورټېل وهل کيږي او دا هم نه ښکاري چي دا له عذابه ډک او کرکجن حالت به کله زموږ بې وزلو له سره اخيستل کيږي او کله به موږ پر آرامه او پر کراره سو؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تا سره مينه کوم", "output": "تا سره مينه کوم ، په تا باور لرمهقسم په خدای جانانه که بل دلبر لرمه ته مې هوس د ضمير ، ته مې جرس د کاروانته مې حاصل د ژوندون تا سره سر لرمه اې د ښايست ملوکې،اې د فطرت کرشمېسترګې مې لولپه شه که بل نظر لرمه زه به دې غواړم ګلې،زه به دې ستايم ګلېفدا به ستا په سر يم که ډېر کنډر لرمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سولي د ورځي په مناسبت له ملا امامانو ازموینه اخیستل کیږي", "output": "دافغانستان غرب زون څ� �ورولایاتوڅه دپاسه یونیم زرتنه ملاامامانواودمسجدونوطالبانوڅه سولی دنړیواله ورځي په مناسبت دعلمی سویې دتثبیت امتحان اخیستل شوی څوټولني ته دخدمت جوګه شي دامتحان له بهیرڅخه زموږ همکار شرفیارڅارلی � �اپورراکوی مولوی خدادصالح دافغانستان غرب زون دعلماودشورا ریس دطالبانودازموینی بهیردڅارنی په م هال وویل چه دغه پروګرام په هیوادکی بیساری اودسولی نړیوالی ورځی ته ډالی شوی ده.دجمهورريس اودمعارف دوزیرپه امرسره دسولی دنړیواله ورځی په مناسبت نن ۱۵۰۰یونیم زرتنه دینی طالبانونه دعلمی سویی ازموینه اخستل کیږی اوتربری وروسته دټولنی خدمت ته وړاندی کیږی صالح داسلام دین دسولی اووروری دین وباله زیاته یی کړه دغه طالبان به په هیوادنی روحیه وروزل شی هرات کی اوس اوس ۲۰۰۰تنه طالبان دغیاثه مدرسی په جوکاټ کی په زده کړوبوخت دی چه دعلماودشوراريس په وینا۶۵۰)تنه یی ښځینه طالبانی دی. دازموینی له بهیره دهرات دنورودو� �تی چارواکوترڅنګ دهرات والی سیدحسین انوری اودمعارف دچاروريس غلام حضرت تنهاهم کتنه وکړه زیاته یی کړه هغه طالبان چه ددولسم ټولګي اولسانسه په سویه دفراغت ویاړواخلی دهیوادګوټ ګوټ کی دولتی اداروکي ددندی حق و� �کول کیږي هرات ولایت کی په داسی حال کی دغورفراه بادغیس اوهرات سلګونه طالبان دسولی نړیوالی و� �ځی سره خپل غږملګری کړچه دخبریالانودملاټړټولنی دسفماحوزوی مرکزیادجنوبی اسیاازادورسنیوټولنی هم د فرهنګ اوځوانانوچاروریاست سره په یوی ګډی اعلامی خپرولوسره له ټولورسنیوددغه ولایت نه وغوښتل چه دسولی په ورځ به هیڅ ډول دتاوتریخوالی خبرنه خپروی غرب زون کی دسفماسکرترشرف الدین ستانکزی په دی خبروسربیره وایی په دغه ورځ به سولی ته ددرنښت په خاطردبیارغونی لپاره خبری رسنی ځانګړی خپرونی ولری څوددایمی سولی لپاره هیوادکی دهمیشنی سولی پیل شی همدارازهرات کی دخبریالانودملاتړدټولنی ریس احمدقریشی وویل چه داطریقه به سولی سره مرسته وکړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالب قوماندان له زندان نه وتښتېد", "output": "كابل: د طالبانو وياند اعلان وكړ، چې د ملا نقيب په نامه ددوى يو تن قوماندان د جمعې په ورځ له څرخي پله زندان نه تښتېدلى دى. ملا نقيب له رسنيو سره په تماس كې ويلي، چې څه موده وړاندې په هلمند ولايت كې نيول شوى و او ۱۶ كاله بند پرې ختلى و. هغه ويلي، چې د زندان يو شمېر ساتونكو ته يې ۱۵ زره ډالره وركړي او په دې توګه يې د تېښتې لاره ورته برابره كړې ده. ده وويل، چې تر دې مخكې هم يوځل نيول شوى و او تر ۱۶ مياشتني بند وروسته د ۹ زره ډالرو په بدل كې له زندان نه وتښتېد. د ملا نقيب الله په وينا، دى له ملا دادالله سره ملګرى و او په هلمند كې يې د امريكايي او افغان ځواكونو پر وړاندې د طالبانو د يوې � �لې قومانده پرغاړه درلوده. افغان دولت او د څرخي پله زندان چارواكو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ددوه ديرشمې اونيزه غونډې", "output": "د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيردوه دیرشمه اوونیزه غونډه د روان زيږديز کال د جنوري د مياشتې په اولسمه نيټه د ګڼو خويندو په ګډون د استقلال ليسې د فرانسې فرهنګي مرکز په تالار کې جوړه شوه .دغونډې ریسه آغلې حمیراکاوون او میلمنه آغلې تورپیکۍ مومند وه. دغونډې په پیل کې ښاغلي علم ګل سحر د ادبیاتو په اړه معلومات وړاندې کړلغونډۀ چې د طوبا ندا له خوا چلول کيده په سر کې دتيرې اونۍ ريپوټ چې ماريا صديقي ليکلی ؤ د بريښنا ساپي له خوا ولوستل شو د ريپوټ په اړه د نورو خويندو د نظرونو تر څنګ طوبا ندا وويل چې په ريپوټ کې د نقد برخه زښته ډيره راخيستل شوې وه خو د غونډې نورو برخه والو وویل چې د کره کتنې برخه بايد همداسي راواخيستل شي اود کره کتنې برخه بايد په جزئياتو سره وليکل شي حميرا کاوون ددغوخبروپه پخلي سره وويل ريپوټ ښه ليکل شوی ؤ خو ځينې املايې نيمګړتیاوې يې درلودې اوږۍ امیل هم وويل چې د نقد په برخه کې زما شعر سم نه ؤ ليکل شوی ؤ خاطرې د خبرو مزۍ وغځاوه او وې ويل چې په ټوليزه توګه ريپوټ ښه ليکل شوی ؤ ورپسې د بهير په کاري برخې خبرې وشوې لکه څرنګه چې په تيره اوونۍ کې طوبا ته دنده ورکول شوې وه چې د میرمن بهیرويب سايټ څانګي وګوري چې چا څومره کار کړی او څومره توکي يې پاڼې ته ليږلي طوبا هم له ژمنې سره سم وويل دپاڼې ټر ټولو بډایه برخه د شعرونو برخه ده چې خاطره اسحاقزۍ يې مسئوليت لري چې د ميرمن بهير د غړو له خوا وستايل شوه او هغی ته يې د لا بريا هيله وکړه د اوسنيو او پخوانيو شاعرانو برخه چې لينا شريفي يې دنده پر غاړه لري تښه ده د لنډو کيسو څانګه چې طوباساپی يې په خپله مسئوليت پر غاړه لري برابره ده خو کار ته اړتیا لري د مخکښو څيرو څانګه تښه ده ځکه چې دا څانګه نوې جوړه شوې او کوم مسئول کس هم ندی ورته ټإکل � �وی د ږغونو برخه نسبت نورو برخو ته او د الهام صيب د هڅو له مخې ښه ده د بهير د فعاليتونو برخه چې راضيه نعيمې يې مسئوليت پر غاړه لري که څۀ هم اغلې نعيمې هيڅ کار ندی ورته کړی خو بيا هم بډايه ده ځکه بهير ته ورکړل � �وي ټول توکي هماغه برخې ته ځي د اغلې ساهرې شريف برخه چې فلکلوريکه برخه ده هغه هم د ځينو نو رو برخو په څير تښه ده د طنزونونو او مرکو څانګه چې دل افروز څيرک يې مسئوليت اخيستی يوازې څو طنزونه او مرکې پکې پرتې دي ماريا صديقي چې د ادبي ټوټو برخې مسئوله ده هيڅ کار يې ندی کړی د خبرتیاوو برخه چې راحله نوري يې پر مخ بيايې هم تښه ده د مرکو برخه چې نوې جوړه شوې تر اوسه کوم مسئول کس ندی ورته ټإکل شوی او په پای کې طوبا يو ځل بيا د بهير له خويندو څخه وغوښتل چې تر خپل توان او وس پوري د پاڼې د بډايني لپاره کار وکړي راحلې وویل چې د پاڼې د پياوړې کيدو په خاطر بايد يو يا دوه کسه وټاکل شي څو هغه ليکني چې په لاس ليکل شوي وي کمپيوټرايز يې کړي دبيلګې په توکه يو کس ليکنې لري خو په لاس ليکل شوي وي او هغه کمپيوټر ته لاسرسی نلري نو هغه به څنګه خپله ليکنه پاڼې ته پورته کړي د بروشور په اړه طوبا وويل چې بروشور ما وليد ښه ؤ خو د انځورونو برخه يې يو څه کمزورې وه چې حميرا کاوون د اغلې ساپۍ ددې خبرې په غبرګون کې وويل چې په راتلونکو غونډو کې به زه يوه کمره راوړم او د هرې غونډې انځورونه به اخلم څو وکړای شو له هغه نه په بروشور او د بهير د انځورونو برخې کې ګټه واخلو طوبا د بهير د کاري برخې د نورو خبرو تر څنګ زياته کړه چې يوه اينجو غواړي ميرمن بهير ته پيسې ورکړي او د بهير د غړو په همکارۍ د ښځو د مدني حقوقو په اړه يوه مجله چاپ کړي چې طوبا دا يوه غټه پروژه وبلله او زياته يې کړه چې دا کار يوه فعاله او بې دندې کس ته اړتيا لري چې د هغوی د ويلو سره سم کار وکړي نو تاسو کولای شي چې ددې مجلې مسئوليت پر غاړه واخلی سپوږمۍ وويل د بهير ډيری غړي دي چې دندې نلري نو که هره يوه ليواله وي کولای شي چې مسئوليت يې پر غاړه واخلي ماریا بيا خپل نظر داسي وړاندي کړ ددې پر ځای چې د ميرمن بهير پردۍ مجلې ته کار وکړي ولي خپله بهير په دوو درو مياشتو کې يوه مجله چاپ نکړي حميرا کاوون وويل که چيرې له دې وړانديز شوي پروژې نه تير شو او د بهير د مجلې په اړه فکر وکړو ښه به وي . ورپسې د يوې لويې غونډې په اړه خبرې وشوې که څه هم دا خبره په تيرو غونډو کې هم ياده شوې وه خو يو ځل بيا رابرسيره شوه وويل شول که يوه غونډه جوړه کړو او د ميرمن مشاعرې نوم ورکړو ښه به وي سولې نيازې د م اڼو ګل نوم غوره کړ ، حميرا کاوون په واوري کې د ګلونو نوم واخيست خو ځينو خويندو بيا وويل چې د مارچ د اتمې په وياړ يوه غونډۀ جوړه کړو يو شمير نورو غړو بيا دا خبره ونه منله او وي ويل چې د مارچ اتمه يوه عمومي ورځ ده ښاغلی محمد سليم سبا او اسماعيل محمدي چې له هرات ولایت څخه د غونډې ميلمانه وو ددې تر څنګ چې د ميرمن بهير د جوړيدو او د بهير په غونډۀ کې د ګډؤن په اړه یې خوشي څرګندوله وي ويل چې مونږ چمتو يو څو د ميرمن بهير څانګه په هرات ولايت کې پرانيزو اسماعيل زياته کړه په هرات کې کسان شته خو هغوی معنوي مرستې ته اړتیا لري دبهیر غړو وپتییله چې بايد د هرات ولايت ښځي پياوړي شي او که له کابله يو يا دوه کسه ورشي او د پرانيستلو په م� �اسمو کې ګډؤن وکړي ښه به وي.د غونډې دويمه برخه چې کره کتنې ته ځانګړې شوې وه خاطرې اسحاق زۍ خپله يوه فلکلوريکه طنزیه کيسه وړاندي کړه. چې کيسه دا وه روژه وايې په پخوا کې د يوه کلي ملا امام مړ شو څو ورځي نه وې تيرې چې جومات ته له بل کلي نه نوی ملا راغی نوی ملا چې په دين او اسلام ولاړ کس ؤ نو سهار او ماښام به يې د لمانځه د ادايني وروسته وعظ اونصيت کاوه د لمانځه اوسني او اخروي ګټو په اړه به ږغيده خو د کلي پر خلکو د م� �ا دا خبرې چنداني ښې نه لګيدي له يو بل سره به يې سوڼکی ؤ چې له دې ملا څخه خو نور تر بوزې راغلو ورځ مو په جومات کې تيره شي تير ملا خو د لمانځه په اړه دومره ژورې او اوږدې خبرې نه کولې او د لمانځه پر ادايني به يې هم دومره ټينګار نه کاوه......................... ډيره موده نه وه تيره چې د روژې مبارکه مياشت رانږدي شوه او ملا د خپلو نورو نصيحتونو تر څنګ د روژې د فرايضو او نيولو په اړه خبرې شروع کړې د کلي خلک چې د ملا د تيرو خبرو لا په تنګ وه نو د روژې د نامه په اوريدو سره يې حلغه ولويده او ويل يې داسي تاسو اوريدلي چې سړی دي ډوډۍ ونه خو� �ي؟هغوی سره سلا شول چې دا ټول د نوي ملا کارونه دي غواړي چې دامريکايانو په څير د څو انګريزي لغاتونو په وي� �و سره مونږ تر تاثير لاندي راولي بلاخره د کلي دنايې ډول وږغول شو او د ملا په ګډون ټول خلک د کلي منځ ته � �اوغوښتل شول هر کلیوال له خپله کوره د يوم لاستي ، لرونه ، ځينو نورو هم ډانګان راخيستي وه ، کله چې ملا پر غونډۍ وخوت د خلکوشور او ځوږ وارخطا کړ له ځان سره يې وويل خدايه خير!ورپسې يې په لوړ اواز وويل و� �وڼو اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته څه خبره ده چې دلته سره راټول شوي ياست ؟ راغونډو کسانو په يوه سلا وويل: تا پسي راغلي يو ولاکه رانه روغ لاړ شي ستا نورې خبرې خومو وزغملې اوس د ډوډۍ د نه خوړلو په اړه خبرې کوې ؟ ملا وويل :وروڼو روژه فرض ده ددې خبرې په ويلو سره ملا د بوش په شاني پر سر د بوټ ګذار وخوړ ملا د بوټ ګذار ځای پر ځای چپ کړشيبه وروسته ملا له خپل عقل نه کار واخيست او په ډير ورين تندي يې وويل وروڼو خير تاسو داسي کار وکړﺉ چې ځوانان يوې خواته او بوډا ګان بلې خواته کښينی خلکو هم د ملا خبره ومنلهملا د بوډا ګانو خواته مخ واړاوه وويل :ملا ويل تاسو زاړه ياست مقديانو ويل هو ملاولاړ پر خواړه ياست هوچې اوبه او خواړه نه وي تاسو مړه ياست هوبيا يې مخ د ځوانانو په لور ورواړاوه تاسو ځوانان ياست هو تازه لکه ګلان ياست هو چې اوبه او خواړه نه وي تاسوخزان ياست هو ملا وويل ځی وروڼو ما خپلې غاړي خلاصي کړې تاسو ته روژه روا ده هسې یې خورﺉ.طوبا وويل ټاکل شوې وه چې زه د اغلې اسحاق زۍ پر کيسې نقد وليکم خو � �که څرنګه چې خاطرې ويلي وه دا يوه پخوانۍ کيسه ده غواړم هغه راژوندی کړمه نو ځکه په دې کې ما کوم بدلون نشو � �اوستلای .د کيسې په يوه برخې کې راغلي وه تاسو اوريدلي ده چې څوک دي ډوډۍ نه خوري چې دا خپله د هغه زمان د جهالت ښکارندويې کوي هغې زياته کړه که څۀ هم هر ولايت ځان ته خپله لهجه لري خو بايد خاطرې خپله لهجه نه واې کارولې � �که هغې ليکلې وه وږغول يا ډانګان چې ږغول بايد غږول ليکل شوي وايې او ډانګان ډانګي خو په ټوليزه توګه کيسه ښه وه او تلوسه هم پکې موجوده وه راحلې نوري وويل د کیسې نثر ډیر ښه و، تورپيکۍ مومند وويل د کیسې مکالم ې هم ښيې وې خو په کيسه کې راغلي وه د ډوډۍ د نه خوړلو په اړه چې که دا خبره هم په کليوالۍ لهجه ليکل شوې وايې ښه به ؤ . محبوب وويل په کيسه کې د بوش خبره ناسمه ده خو د طوبا نقد زما ډير خوښ شو .حميرا کاوون بيا د کيسې په اړه داسي وويل دا کيسه فلکلوريکه نه وه بلکې دې ته يوه ښکلې طنزيه ټوټه ويلای شو او ملا خپله اداره په ګذاره تبديله کړې وه دريمه برخه چې د مشاعرې برخه وه راحلې نوري ، اوګۍ ، سولې نيازۍ، برشنا ساپۍ ، سپوږمۍ نوري، لطيفې ، خاطرې اسحاق زۍ ، طوبا ندا ، اديبې اديب ، او حميرا کاوون ، سارا کاوون په خپل وار سره شع� �ونه غزلونه لنډۍ او نثرونه ولوستل چې ددغو ليکنو په لوستلو سره د ميرمن بهير اونيزه غونډۀ هم د مازديګر پر څلورو بجو پايته ورسيده.د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير په حاضرو غړو د ( کیسه ډایجست) مجله او د تکړه شاعر جیلاني جلان د شعرونو ټولګه ( د ګلپاڼو اتڼ) وویشل شول چې له شاعر او د پښتو کیسه ډایجست له مسوول مدیر محبوب او د مجلې له مرستیالې پیغلې راحلې نوري څخه مننه وشوه. د غونډې په وروستيو شيبو کې سوله نيازۍ د پچې له مخې د اونۍ نیکمرغه نجلۍ وټإکل شوه او د کاروان ادبي ټولنې له خوا را استول شوی يو کتاب د ډالۍ په توګه ورکړل � �و"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائيتلاف ،بغلان کې يوپخوانۍ قوماندان نيولۍ دى", "output": "بغلان کې دجهاديوپخوانۍ قوماندان امي� �ګل ائيتلافى ځواکونو له خپل کور څخه د مرکزى بغلان له سيمې نه له ځان سره وړي دى . دولتى چارواکو په بغلان کې م نلې ،چې نوموړى پرته له دې چې چارواکى پرې خبر شي ، نيول شوي دي. د بغلان والى وايى د نوموړى قوماندان ګڼ شمير پ� �ويان ده ته د نوموړى د خلاصيدو په موخه ورغلي دي . ويل کيږي نوموړى قوماندان په پخوا کې هم له طالبانو او هم له شمالى ټلوالې سره تړاو درلود اود( ډى ډى ار )په پروسه کې بې وسلې شوي وو.له اميرګل سره د ده دوه ز امن او دوه نور کسان هم نيول شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلاف: په بکوا ولسوالۍ کې مو ولسي وگړي ووژل", "output": "د امریکې په مشرۍ ايتلافي ځواکونو وم نله چی پرون ېې د فراه په بکوا ولسوالۍ کې په یو کور بريد وکړ او چې له امله ېې اته تنه مړه او دوه نور ژوبل � �ول .د ايتلاف يو مطبوعاتی بيان چې شيبه دمخه خپور شو واېې سرتيري په سيمه کې پر گزمه بوخت ول چی له همدې کورنو پرې د سپکو وسلو او ماشينگڼو ډزی وشوي او هغوی هواېې ځواک سيمې ته را وباله چی بیا دا پيښه رامنځ ته شوه .ائتلاف په دې پيښه خواشينې ښولي او واېې چې هيڅ کله هم دوی قصدا د ملکي وگړو وژل نه غواړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګورباچوف :ما څه وكړل چې تاسې به يې وكړئ", "output": "د پخواني شوروي اتحاد مشرمېخاييل ګورباچوف امريکا ته خبردارى ورکړى چې افغانستان ته اضافي سرتېري ونه لېږي او د دې پر ځاى د خبرو اترو او ديپلوماسۍ لاره غوره کړي او بالاخره خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.نوموړى امريكا ته ځكه داسې خبردارى وركوي، چې دوى په دې هېواد كې داسې ماته خوړلې چې د نړۍ په تاريخ كې سارى نه لري. پخواني شوروي چې كله په افغانستان حمله وكړه، دوى به شعار وركاوه چې سور پوځ هېڅ كله هم ماته نه خوري. دوى هېڅ كله هم فكر نه كاوه چې افغانستان به د دوى امپراطورى ته د پاى ټكى ږدي او دوى به د شوروي له نوم څخه بېرته د روسيې نوم ته راګرځي. مخكې تر دې چې شوروي په افغانستان حمله وكړي د ازبكستان، تاجكستان، تركمنستان او نور ډېر هېوادونو د دوى تر سلطې لاندې و، خو كله چې دوى په افغانستان كې ماتې وخوړه، ټول هغه هېوادونه چې د شوروي تر سلطې لاندې و، د دوى له سلطې يې نجات وموند. د پخواني شوروي ولسمشر ګورباچوف په دې وروستيو كې سي اېن اېن ټلويزيون ته ويلي: فکر کوم د امريكا له خوا افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږلو ته اړتيا نشته، بايد هدف دا وټاکل شي چې له افغانستان څخه ځواکونه و ايستل شي.ګورباچوف چې د پخواني شوروي اتحاد وروستى مشر وو، د خپلې واکمنۍ په دوره کې يې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونه و ايستل.ګورباچوف د ۱۹۸۵ او۱۹۹۱ تر منځ، چې شوروي اتحاد دړې وړې شو، د دغه هېواد ولسمشر وو.په داسې حال کې چې امريکا په افغانستان کې د تاوتريخوالو د پاى ته رسولو لپاره دې هېواد ته د نورو ځواکونو په لېږلو غور کوي، ګورباچوف ويلي چې امريکا بايد د نوموړي له تګلارې او تجربې څخه كار واخلي، ګټه ترې پورته كړي او افغانستان ته د سرتېرو له لېږلو څخه تېر شي بلكې په افغانستان كې مېشت سرتېري هم له دې هېواد څخه وباسي.نوموړي سي اېن اېن ته همدا راز ويلي، چې امريکا بايد په افغانستان کې د خلکو د کړاوونو د پاى ته رسولو لپاره د خبرو اترو لار غوره کړي.ګورباچوف ويلي، د ده حکومت هم د شوروي پوځونو د يرغل په کلونو کې په افغانستان کې ځواکونه زياتول خو بالاخره يې د دې خلاف پرېکړه وکړه او ځواکونه يې ترې و ايستل.هغه زياته کړې: په دې مسئله موږ هم کلونه مخکې خبرې کړي خو ومو پتېيله چې نور ځواکونه نه لېږو. فکرکوم چې زموږ تجربه د نورو لپاره د پاملرنې او غور وړ ده.سره د دې چې په دې هېواد كې هره ورځ بهرنيان مړه كېږي او هره ورځ امريكايي او نورو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي، خو بيا هم امريكا او ناټو غواړي چې دې هېواد ته د دوى په اند د سولې او امنيت لپاره نور ځواكونه هم ولېږي، دوى دا ځواكونه د افغانانو د امنيت لپاره دې هېواد ته لېږي خو څومره چې د دوى ځواكونه ډېرېږي همدومره ورسره امنيت خرابېږي او همدومره د افغانانو ملكي مړينې ډېروالى مومي.يو وخت شوروي اتحاد لكه چې ګورباچوپ هم په خپلو خبرو كې ياده كړې غوښتل چې دې هېواد ته ډېر ځواكونه واستوي خو په پاى كې يې وليدل چې څومره پوځيان ډېروي همدومره يې سرتېري وژل كېږي نو له همدې امله روسيې خپل سرتېري له دې هېواد څخه وايستل، كه چېرې امريكا هم د پخواني شوروي د برخليك په اړه فكر وكړي، كېداى شي چې يو څه عقل يې سرته ورشي او پوه شي چې د سرتېرو ډېرول د لانجو د ډېرولو په مانا دي، او دوى به هېڅ كله هم ونه شي كولاى چې د سرتېرو په ډېروالي سره افغانستان په خپل كنټرول كې راولي دوى يوازې كولاى شي چې د سولې او پخلاينې له لارې يو څه وكړي او بس."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان ملت ګوند د حامد کرزي څخه ملاتړ کوي", "output": "د انجينر اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ګوند رهبرۍ شورا په يوه ځانګړې ناسته کې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو په دويم پړاو کې د رايو په اکثريت يو وار بيا د ښاغلي حامد کرزي څخه د ملاتړ فيصله وکړه ـ د افغان ملت ګوندهمداراز دیوې اعلامې له لیاري په ټولو افغانانو غږ کړی چې د انتخاباتو په دوېم پړاو کې ونډه واخلي تر د ولسواکۍ دا پروسه کاميابه شي او په خپلو ټولوغړيوغږ کوي چه د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې کانديد حامد کرزي ته رايه ورکړي ـ دوي په خپله اعلامیه کي لیکلي دي چي دوی د هيواد د سترو ملي ګټو په پام کې نيولو سره دغه پريکړه کړې ـ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرال داود : دهيروينو لس فابريكې ويجاړې شوي", "output": "دكورنيو چارو وزارت له نشه يي توكو سره دمبارزې مرستيال جنرال داود داود غورځنګ ويبپاڼې ته وويل چې امنيتې ځواكونو دننګرهار ولايت د اچين په ولسوالۍ كې لس دهيروينو فابريكې ويجاړې كړي دي .جنرال داود زياته كړه چې اته سوه او پنځوس كيلو ګرامه هيروين او يوزر اودرې سوه پنځوس كيلو ګرامه كيمياوي مواد هم نيول شوي دي . نوموړې زياته كړه چې په يادشوي عملياتو كې له افغان پوليسو سره دايساف ځواكونو هم ملتيا كوله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ایران کې د قدس د ورځي لمانځل او د رژیم پر ضد شعارونه", "output": "میرویس جلالزی د جمعې په ورځ د قدس ورځ په ټول ایران کې ولمانځل شوه. دغه ورځ هر کال د یو شمیر اسلامي هیوادونو له خوا د فلسطین له ولس سره د پیوستون تر نامه لاندي لمانځل کیږي. د ایران دولت د جمعې په ورځ د قدس ورځ د پراخ لاریون په ترځ کې ولمانځله خو لاریون د ایران د تیرو شویو انتخاباتو پر مهال د پاتې راغلو یو شمیر کاندیدانو د ملاتړو له خوا د تاوتریخوالي په دګر بدل شو. د میر حسین موسوي پلویانو د لاریون پر مهال د رژیم پر ضد شعارونه ورکړل او احمدي نژاد یې یو مستبد او ځان پالی ولسمشر په ګوتو کړ. پولیس له لاریون کونکو سره په اخ او ډب واوښتل چې د دې خبر تر خپریدو پوري د لسو لاریون کونکو د ژوبل کیدو او د اتو نورو د نیول کیدو خبر ورکړ شوی دی. د ایران دولت د قدس د ورځي د لمانځلو پر مهال د رژیم پر ضد د هر راز ګډوډونکو فعالیتونو د نه تر سره کیدو خبرداری ورکړی وو خو د میرحسین موسوي او مهدي کروبي پلویان له انتظامي ځواک سره ونښتل . د اصلاح طلبانو په یوه ویب پاڼه کې په روحاني مشر محمد خاطمي هم د معترضینو د برید خبر ورکړ شوی خو ویل کیږي چې په دغه برید کې خاطمي نه دی ژوبل شوی. ایراني دولت خبرداری ورکړی وو چې د جمعې د ورځي د لاریون پر مهال به د حکومت پر ضد هیڅ راز تاوتریخوالی و نه زغمي او سر غړونکو ته به سخته سزا ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل ډاکټراکبر اکبر د دې ځمکي د عزت د شملې سر یم د بې قدرو پښتنو د کور خیبر یم د ستومانې اوږدې ورځې په اسمان کې د زیړي مازدیګري زبیښلی لمر یم د یاغیانو د بي سرو تنو مینځ کې چې په دار به راځړیږي هغه سر یم محتسبه مخامخ چې راته نه شېتسلسل د احتساب یمه محشر یم د ژوندون او مرګ د تاله دې وباسم زه د وخت د تړل شوې کاله ور یم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ستا انځور لرم په زړه کېپه خدای اور لرم په زړه کېاوسېدو ته دې جانانه ښکلی کور لرم په زړه کېڅښي جامونه مې له وينوغم، ميخور لرم په زړه کېبس جذبې دي هڅوي مېچې يو شور لرم په زړه کېستا غمونه هنرمن دیټنګ ټکور لرم په زړه کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوس نو ورته خانده", "output": "اوس نو ورته خانده د ښاغلي پير محمد باوري اثر دى چي د خندونکو ټوکو په درلودلو سره په ښکلي صحافت نارنج خپرندويه ټولني چاپ کړى. نارنج خپرندويه ټولنه کندهار Narenj_saq@yahoo.com Afghan.saq@gmail.com 0093 (0) 70303251 – 0093 (0)799166661 کندهار : افغان کتاب او قرطاسيه پلورنځي ارګ بازار کندهار Afghan_saq@hotmail.com 0093 (0) 70369900 کابل : علامه حبيبي کتاب پلورنځى، دانش کتاب پلورنځى جلال آباد : عبدالحميد مومند کتاب پلورنځى ، ګودر کتاب پلورنځى پېښور: يونيورسټي بوک ايجنسي ، دانش کتاب پلورنځى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غاښو انا تومي یا دغاښو د جوړښت څېړنه", "output": "(Dental - Anatomy)ژباړه د « ویکي پېدیا» څخه (Wikipedia) دیوه ځوان انسان دغاښو شمېر ۳۲ وي . د غه غاښونه په زاموکي په دې ډول ځائ پر ځائ سوي دي : ۸ غاښه لاندي اوباندي د مخ غاښونه، ۴ نېښونه لاندي باندي او ۲۰ نور پلن غاښونه لاندي باندي دننه په خوله کي پر زامو باندي ټینګ دي . ځیني انسانان له طبعیته څلور د عقل غاښونه نه لري، چې دغه ۴ دعقل غاښونه په ۱۷ کلنۍ یاپه ۳۰ کلنۍ کي راځي . نو د دغو انسانانو دغاښو شمېر ۲۸ توغاښو ته رسيږي .د ماشومانو غاښونه ( دشېدوغاښونه) چې ټوله پوره سي ۲۰ غاښووي . طبعي د یوه ماشوم د شېدو غاښونه د ۶ ږو میاشتو یا د ۹ هو میاشتو څخه پیل کېږي . ځیني استثناي حالتونه هم سته ، چې ماشومان په ۴ میاشتنۍ هم د غاښو په ایستلو پیل کوي او یا چې له موره پیداسي غاښونه ولري . دغه ۲۰ غاښه تر دوه نیم کلنۍ پوري پوره کېږي . د ماشوم په خوله کي دغه غاښونه داسي ځائ پر ځائ سوي دي : ۸ دمخ غاښونه ۴ نېښونه او ۸ د پاي غاښونه دي، چې په دې حساب لس غاښه پورته او لس کښته دي . وروسته تر شپږ کلنۍ بیا تر ۱۲ کلنۍ پوري اصلي یاني پاته کېدونکي غاښونه راځي . د مخ غاښونه او نېښونه ټوله یوه ريښه لري . پلن غاښونه یوه یا درې ريښې لري . د غاښو دريښو شم ېر په ځانګړیزه توګه د یوه وګړي نه تر بل وګړي پور فرق لري، خو په عمومه توګه هرڅومره چې غاښ د خولې پاې ته کېږ ي ريښې ئي ډېريږي . دانسان غاښونه چې ليدل کېږي مختلف ښکاري، خو د ټولو جوړښت یو شی دی . غاښونه چې تر ووریو پورته ښکاري ورته د غاښو «تاج » یا سروکي واي . تر سروکو کښته چې یو څه باریکه او ريښې خواته ځي د غاښ غاړه یا تنه واي، په وورویو کي پټي وي نه ښکاري . کښته د غاښ تر تنې د غاښ ريښه ده، چې دوه پر دریمه د ټوله غاښ جوړه وي . نو په دې ډول غاښ په شکولکه کي ټینګ ولاړ دی . دغاښ سروکی په یوه پرده کي پټ دی، چې د غي پردې یا نسج ته د غاښ مینا واي . دغه پرده ډېره کلکه ده یاني د بدن تر ټولو هډوکو کلکه ده . دغه مینا ۹۸ وي په سلو کي د معدني مالګو څخه لکه کلسیم، فوسفات او فلور څخه جوړه سوې ده . د غاښ د فلور تړښتي جوړښت د غاښ د کلکواله سره ډېره مرسته کوي . دغاښ مینا و هر ډول انساني فشار ته مقاومت لري . مګر و هر کمیاوي فشار ته مقاومت نه لري . مکروب او تېزاب کولاي سي هر څرنګه چې کلکه مینا وي ملایمه کي او خوږه وي ئي . تر دغي کلکي پردې لاندي د غاښ مونډه (Dentin) دی، چې د غاښ تر مینا څه ملایم دی او د غاښ عمومي برخه جوړه وي . د غاښو مینا او دغاښو مونډه د کلکو توکو څخه دغاښو شمېرل کېږي . د غاښ په مونډه کي وړوکی نری کانال تېرسوی ، چې په دغه کانال کي د غاښ اعصاب تېر سوي ، چې په دغه واسطه د یوه خوږ او یا د غاښ د ناموزه کېدو خبر د غاښ و د ننه ته ورکوي . د غاښ مینا د غاښ د تنې سره ډېره نازکه کيږي، چې په دې ډول د غاښ مونډه حفاظه نه لري . که چيري وورې د غاښ څخه څه کښته راسي نو دغه ځائ لڅ شي او بې حفاظې پاته شي، که له دغه ځا یه سره د غاښو برس، تودې یا سړې اوبه ځني ومښلي ډېره بې ځایه څانګه کوي . برعکس د مینا بیا د غاښ مونډه (Dentin) د ژوند تر پایه که غاښ جوړ وو تل که خوږ سو برته غوښه راوړي او جو ړیږي . دغه لامل دی، چې د غاښ حساسیت، وروسته تر یو څه مهاله له منځه ځي یاني غاښ بېرته جوړيږي . دغاښ حرام مغز (Pulpa) د غاښ په دننه کي یوه پسته ماده پرته ده، چې دغه دغاښ حرام مغز دي، چې د غاښ د عصب سره یو ځائ دی . او د غاښ د وینو بهیر سمه وي او غاښ له دننه څخه په وینو تغذیه کوي .اودغه حرام مغز چې دغاښ د ريښې د څوکه په یوه وړوکي سوري کي دی دشکولکي سره تړاو پیدا کوي . د عصب ریښې او د وینو وړوکي رګونه د غاښ د څوکي د سوري څخه و هډوکو ته د غاښ په حرام مغز کي ورځي . غاښونه باید ښه وساتل سي تل د غاښو په کرېم پرېوله سي او یا په ملایم پا ک مسواک پرېوله سي . کلک شی باید په غاښ مات نسي په کال کي دوه واره د غاښو ډاکټر ته ورتګ هرومرو دی . هغسي د غاښو برس باید استعمال سي،چې وورۍ ئي مني . یود پاړسي شاعر وايلذت دنیا زن و دندان بود ګر زن و دندان نباشد جهان ویران بود"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انټر نیټ (Internet)", "output": "انټرنيټ : Inter Net د انټرنيټ د منځ ته راتللو لومړنۍ نښې نښانې په 1957م کال کې لټولی شو. دا هغه وخت و چې پخوانی شوروي اتحاد خپله فضايي بيړۍ د سپوتنيک (Sputnik) په نامه کيهان ته وليږدوله . په همدې وختونو کې د امريکا متحده ايالات هم په دې فکر کې شوه چې څنګه به و کولئ شي خپلې فضا يې پروژې تر ژورې او دقيقې څارنې لاندې راولي. په ١٩٦٢ء کال کې د امريکا هوايي ځواک ، يو تن د Rand Paul Baran په نامه دې ته وګوماره ، که چيرته د امريکا په ځنيو ښارونو اتومي بريد وشي نو دوي به څنګه د خپلو اتومي توغندويو پروګرام په خپل لاس کې ولرلی شي ، تر څو له هره ځايه يې په واک او استعمال کې راوستی شي ..Rand Paul Baran.له اوږد کار او هلو ځلو وروسته ، هوايي ځواک ته د يو داسې نېټ ورک جوړولو مشوره ورکړه چې په هغه کې ډېر کمپيوټرونه يو دبل سره تړلي وي او مهم معلومات له يو کمپيوټر څخه بل ته په اسانۍ انتقال شي . له همدې امله يې په لومړي سرکې د ARPA (Advanced Research Project Agency ) ايجنسی په جوړولو پيل وکړ په ١٩٦٩ء کال کې ARPA داسې يو نېټ ورک سيسټم جوړ کړ چې يوازې څلور کم پيوټرونه په کې له يو بل سره تړلي وو او دهمدې ايجنسۍ سره د تړاو له امله يې د ARPANET په نامه ونوموله .په ١٩٧٢ء کال کې د BBN په نوم يوې ادارې چې د ARPANET ټېکه ورسره وه، يو تن کارکوونکي Ray Tomlinsoلومړنی E_mail پروګرام جوړکړ ، د وخت په تيريدود ARPA نوم په DRAPA Defense Advanced Research Projects Agency) ) بدل کړاى شو په ١٩٧٣ء کال کې د. DARPA يوې کارکوونکې ډلې چې مشر يې Vinton Cerf ود TCP/IP پروتوکول له لارې په دې بريالۍ شو چې د کمپيوټرونو بېلابېل نېټ ورک سيسټمونه په خپلو کې سره وتړي .په ١٩٧٤کال کې د همدغې ډلې لخوا دې نېټ ورک سيسټم ته د Internet تورى استعمال � �و.د انټرنېټ کليمه له دوو کلمو inter او net جوړه شوې ده : Inter (International)او(ng net (Networkiده ، چې په پښتو کې ورته نړيواله جال هم ويلی شو . په ساده توګه انټرنيټ داسې تعريفولی شو : انټرنيټ د کمپيوټر د نيټ ورړ کونو ( Networks) يو نيټ وړک دی، کوم چې د معلوماتو (Data) د استونې (Transfer) له پاره سره ورته ژبه ( يا پروتو کول ) کاروي. هغه نيټ وړ کو نه چې انټرنيټ جوړوي په ولايتونو، هيوادونو او نړۍ کې خواره واره دي او هر کمپيوټر چې د دې نيټ وړکونو څخه يوه سره هم تړلی وي، د انترنيټ برخه ده. نن ورځ په ټوله نړۍ کې په ميلونونو کمپيوټرونه يو د بل سره تړل شوي دي چې د دغو ميلونونو کمپيوټر ونو ترشا، په ميلونونو انساان ناست دي چې نړۍ د يو کنچ څخه بل کنج ته د معلوماتو او خبرتياوو په ليږ دو لو اواخيستلو مشغول دي .د کمپيوټرونو د نېټ ورک سيسټم ، په لږه موده کې دومره کاميابي تر لاسه کړه چې دامريکا د متحده ايالاتو د نظامي ضرورتونوڅخه راووت او د ګردې نړۍ د خلکو په واک کې ورکړل شو . . په (١٩٧٦ م کال ) کې لومړنی بريښنا ليک (E-mail) د انګلستان د ملکې له خواد امريکا متحده ايا� �اتو ته مخابره شو. په (١٩٨٢م کال ) کې د ارپانټ د کمپيوټر نو شمير ٢٣٥ د ستګاو ته رسيده په (١٩٨٤ م کال ) کې يې شمير ١٠٠٠ د ستګاوته اوپه (١٩٨٩ م کال کې) دا شمير شل زره ته لوړ شو.د انټرنيټ هرپاڼه د Web په نامه يادېږي . هر څوک، هر دفتر،هر هېواد،هره Ngo اوهر سوداګريز مرکز که وغواړي، چې خپله پاڼه ولري نو لومړی بايد خپلې م وسسې ته نوم ورکړي او بيا ځان راجستر کړي .په نړيواله سطحه نږدې يو بېلېون د انټرنيټ پتې او پاڼې شته، چې په ١٩٩٦ کال کې دغه شميره نږدې ٦٢٧٠٠٠ته رسيده او په ٢٠٠٠ کال نږدې ١٨ ميليونه ويب سايټونه راجسټر شول په ( ١٩٩٢م کال ) کې د انټرنيټ سره د تړل شوو کمپيوټړونو شمير يو ميليون ته ورسيد ه .همدارنګه ١٩٩٣ م کال کې د لومړي ځل له پاره راډيويي سرويس په انټرنيټ کې پيل شو. په دې وخت کې د انټر نيټ د تړل شويو کمپيوټرونو شمير دوه ميليونو ته رسيده .په (١٩٩٤) کال کې د انټرنېټ د کارولو مينه وال نږدې درې ميليونه وګړي وو، چې زياتره په کې ام� �يکايان وو، خو په (٢٠٠٠) کال کې په ټوله نړۍ کې د دې پروګرام کاروونکي نږدې درې سوه ميليونو وګړيو ته ورسېدل .په ١٩٩٤ م کال کې د انټرنيټ د زيږيدو ٢٥کاليزه ولمنانځل شوه اورسره جوخت دا اعلان وشو چې انټرنيټ اوس لس ترليونه بايټه اطلاعات لري او د نړۍ هر څوک کولی شي خپل کمپيوټرونه په انټرنيټ پورې وتړي .په ١٩٩٥ م کال کې واتيکان هم د انټرنيټ سره خپلې اړيکې ټينګې کړې، په دې وخت کې په ټوله نړۍ کې د کامپيوټرونو شمير ه پنځه ميليونو دستګاوو ته رسيده په ١٩٩٦ م کال د جنوري په ١٧ نيټه د ماليزيا صدر اعظم، دفلسطين مشر يا سرعرفات او د فلپين صدر اعظم، دريواړو د لومړي ځل له پاره د انټرنيټ په نيټ ميټنګ (Net meeting) پروګرام کې لس دقيقي يو له بل سره مخامخ ژوندۍ مرکه او خبرې اتري وکړی. انټرنيټ د هرې ورځې په تيريدو سره چټکه وده کوي .د ځينو رسمې ارقامو له مخې په انټر نيټ کې د موجودو ويب پاڼو شمير په هر ٥٢ ورځو کې دوه چنده زياتيږي او په انټر نيټ باندې د کار کوونکو � �مير په هر کال کې دوه چنده د تيرو کالونو په پر تله زياتوالی مومي . که څه هم انټرنېټ لومړي ځل په امريکا کې د ځانګړي نظامي ضرورت له مخې ايجاد شو خو وروسته يې د يو نړيوال جال بڼه خپله کړه او ګرده نړۍ يې د ځان سره په دې جال کې راونغښتله . په دې توګه انټرنېټ نه يواځې د انسانانو تر منځ د معلوماتو تبادله او اړيکي اسانه کړل بلکې د نړۍ خواره واره تنابونه يې هم رالنډ کړل او دنيا يې په يوه نړيوال کلي (Global Village ) واړوله . نن ورځ د دې ب� �ېښنائي شبکې له لارې خلک ، د ژوند په هر اړخ او مېدان کې ګټه اخلي . سودا ګريز کاروبارونه تر سره کوي ، تلويزيون ګوري ،راډيو اوري ، ورځپاڼه، مجلې او کتابونه لولي ، عکسونه يو بل ته استوي ، مخامخ په غږ کې يو له بل سره خبرې اترې او يا هم ليکل کوي . د انټر نيټ په وسيله د بشري خدمتونو د عنوانونو شمير ډير زيات دی، چې نه شو کولی د هغو ټولو يادونه وکړو، خو په عموی ډول به دومره ووايو چې انټرنيټ نن سبا په ټوليزه توګه د دغو عنوانونو لاندې موږ ته اسانتياوې برابرې کړې دي . • ښوونه او روزنه Education• خبرونه news � � اړيکي Communicate• ا� �تصاد Finance• ساعتيري يا � �وبې Fun and games• تا� �يخ History � � پيرل ( اخيستل ) shipping• علوم scince• م نابع Reference• د نړۍ ګرچاپي� �ه Around the world• ورز� � Sport• هن� � Art ا.............وداسې نور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګوندي مشران: پرکودتا به پيل وکړو٠", "output": "د نواز شريف د ګوند غړو ويلي، چې که نواز شري سمدستي بېرته پرېنښودل شي، نو مونږ به پر کودتا لاس پورې کړو٠ سيمه ييز تلويزيونونو ته د ګوند د مشرانو په وينا د اړيکې دنه نېول کېدو لامل د نوموړي نېونه ده٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پوليس: په ۲ بیلابیلوعملياتو کې مو مجرمین ونیول", "output": "د کابل د امنيه قوم اندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر جنرال عليشاه پکتياوال په يوه خبري ناسته کې وويل چې په نيول � �ويو کسانو کې اته تنه شکمن وژونکي دي. د هغه په وينا له دغو کسانو څخه يوتن خپل ورور وژلى او اووه تنه نور يې د يوه ګاونډي په وژلو کې په لاس لرلو تورن دي. د پکتیاوال د معلوماتو له مخی د خپل ورور د وژنې په شک نيول شوي تن په خپل جرم اعتراف وکړ او زياته يې کړه چې که ده هغه نه وى وژلى نو دى يې واژه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان او افغانستان تر منځ پرتو پلو کي یو قبایلي مشر ووژل شو", "output": "کابل : : ميرويس جلالزی پیښه د یکشنبه په ورځ په جنوبي وزیرستان کښي وروسته له هغه رامنځ ته شوه چه یو پاکستانی لوړ پوړي جنرال له مطبوعاتو سره په مرکه کښي وویل چه په نوموړي سیمه کي د القاعده او طالب جنگیالي شتون نلري اوټول د پاکستاني پوځي عملیاتو په ترڅ کښي له منځه تللي دي .د جنوبي وزیرستان دا مشر وزیر نومیږي چه له خپل کور نه د وتو په حال کښي له ساتونکو او موټر چلونکي سره یو ځای د نامعلومو وسلوالو له خواه ووژل شو. د پیښي په اړه تر دې مهاله نور جزیات ندي راغلي او نه هم چاه د دې وژني پړه پر ځان منلې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لیونی", "output": "لېونی باري جهاني هلته په دار سو منصوري لېونتوب دلته پایمال سول د لیلا خیالونه هلته په غرونو کې فرهاد را پرېووتپه خپلو وینو یې کړل رنګ لاسونه خیام روان و د دوزخ پر لوريورپسې تلې د ملایانو ټولۍچړې په څنګ کې زوړ کتاب نیولیورپسې وړلې یې ځنځیر او کړۍ پاس له آسمانه هاتف چیغه کړله ویل یې ورکي دې مجنون ته سزا ځکه چې دا د هوښیارانو دنیا د لېونو د پاره نه ده پیدا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شینډنډ: په زرګونو کسان د انتخاباتو د کارتونو له اخیستلو پاتې شوي دي", "output": "میرویس جلا� �زی د افغانستان د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ څخه د بینوا ویب پاڼي همکار خبر را کوي چې دغلته په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم لیکني له بهیر څخه پاتې شوي شنډنډیان شکایت لري او وایې چې د انتخاباتو کمیسیون مامو� �ینو په دغه ولسوالۍ کې خپلې سپارل شوي چارې په سمه توګه نه دي تر سره کړي او همدا یې لامل دی چې په زرګونو کسان د کارتونو له اخیستلو پاتې شوي دي.د شینډنډ ولسوال ملا لال محمد هم د نوموړي ولسوالۍ د اوسیدونکو شکایتونه پر ځای وګڼل او زیاته یې کړه چې د انتخاباتو د نوم لیکني ډلي په دغه ولسوالۍ کې یوازي دری ورځي کار کړی چې � �اوخوا شپیته زره کسان بي کارته پاتې دي او ډیری یې کوچیان دي.نوموړي له مرکزي دولت او د ټول ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتنه وکړه چې خپل ګرځنده ټیمونه دغې ولسوالۍ تر ور واستوي. د افغان پارلمان وکیله چې د تیر کال په ټاکنو کې تر رايي ورکولو وروسته له خبریالانو سره خبري کوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کې ژورنالیست ته اړتیا ده", "output": "د CTG GLOB & IOM موسسه چې له جګړې څخه په را وروسته هیوادونو کې د بشري اړخونو او ځيانونو په اړه تحقیقات کوي د نړیوال مهاجرت له ادارې IOM سره یو ځای په هلمند ولایت کې یوه مرستیال رپوټ ورکونکي ته اړتیا لري.داسنادو د اخیستلو د پیل او پای نیټهDate Announced: 2009-05-14 Closing Date: 2009-06-30 دغه کس ته کافي معاش ورکول کیږي او کولای شي خپل اسناد په لاندې پته د روانې میلادي میاشتې تر پای پوری را ولیږي.ایمیل پته: Career.CTG@gmail.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سلطانزوی صایب! کرزی پریږده، سپاره راګرځوه", "output": "سلطانزوی صایب! کرزی پریږده، سپاره راګرځوه د عزمت علی لیکنه د پنجشنبې په ورځ د پارلمان یو شمیر غړي په ډلیزه توګه د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته ورغلل او هغه پاڼي یې د دغه کمیسیون چا� �واکو ته ور وښودي چې د وکیلانو پر وینا پکې د حامد کرزي له خوا د قانون ماتوني ۱۹ پیښې ثبتي شوي وي. په دغو پاڼو کې له دعوه طلبۍ پرته د دولتي ځمکو لیلام او یو شمیر هغو مواردو ته اشاره شوي وه چې حامد ک� �زی یې له دولتي صلاحیت څخه په ناوړې ګټې اخیستنې پکې تورن کړی وو. راځو اصلي موضوع ته او هغه دا چې هر افغان حق لري چې د هر یوه کاندید په اړه خپل شکایت د انتخاباتو دفتر وسپاري چې دغه حق وکیلانو ته هم ورکړی شوی دی. د پارلمان وکیلانو هم په دې لړ کې خپل دغه حق ته په کتو سره خپل شکایتونه د انتخاباتو کمیسیون ته وړاندي کړي خو په دغو وکیلانو کې ډیری هغه څیرې لیدل کیدې چې له تیرو څوکلونو را پدې خوا � �ه کرزي سره چندان سم نه دي او وخت ناوخت پرې لفظي ګزارونه کوي. ښایې هغوي له حامد ک� �زي سره شخصي دښمني ولري او اوس غواړي دملت له آدرس څخه په حامدکرزي لفظي ګزارونه وکړي او هغه په راتلونکو ټول ټاکنو کې بي اعتباره کړي.لیکن اصلي مسله دا ده چې هر ځل زمونږ مشرانو د ملت او ولس په نامه زمونږ مظلوم افغانان دخپلو ناوړه مقاصدو لپاره استعمال کړي دي.ښایې د جناب سلطانزوی او علومي پ� �ویان هیڅ خبر هم نه وي چې د دوي مشرانو د هغوي له آدرس څخه په کرزي نیوکه کړي لیکن دغه دوه باتوران او ورس� �ه یو شمیر نور وکیلان بیا ادعا کوي چې دوي د خپلو موکیلینو په استازي توب د حامد کرزي پر ضد را پورته شوي دي او ښایې د کرزي پر ضد د یوه پاڅون انتظام ته هم لاره هواره کړي.ښاغلی سلطانزوی باید پوه شي چې د کرزي او یا هم د حکومت پر وړاندي د هغوي هر راز ناوړه توطیه د هیواد په دغو حساسو شرایطو کې کولای شي چې څه نا څه ډاډمنه اوسنۍ فضا ګډه وډه او د ځان لپاره هم د پاتې کیدو ځای پرې نه ږدي.اوس افغانستان پاڅون ته اړتیا نه لري ب� �که باید د ملي یو والي او په تیر باندي د هیر فرهنګ ته وده ورکړل شي.افغانانو د دې لپاره وکیلانو ته رایه نه ده ورکړي چې د حکومت پر ضد پاڅون کې د وکیلانو تر شاه ودریږي بلکه هغوي ځکه یو شمیر کسان د خپلو وکیلانو په توګه وټاکل چې ګوندي د دوي ستونزي به په حکومتي ادارو کې هواري کړي.نن صبا چې یو وکیل د نظام پر ضد د پاڅون غږ کوي نو دا به ډیره بي منطقه استدلال وي، ځکه چې د دیرش کلنو پرهرونو ټاپي لا د افغانستان له زخمي زړه څخه نه دي پاک شوي.مونږ له ټولو وکیلانو غوښتنه کوه چې په دې حساسو شرایطو کې په احتیاط خبري وکړي، په احتیاط ګامونه واخلي نه دا چې په احساساتي ډول د خپلو شخصي ګټو لپاره پر یو بل ناوړه تورونه وتپې او هڅه وکړي چې د حاکم رژیم پر ضد کودتاګانو ته بیاځلي لاره هواره کړي.نور نو افغانان د وینو ، دربدریو، فقر، نیستۍ، بدبختۍ او ورور وژني د زغملو توان نه لري او هغه کسان به هم ونه بښې چې بیا د هغوي د ژوند د تباه کو� �و پلانونه جوړوي.."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دريمې نړۍ د هيوادونو دښوونې او روزنې حالات", "output": "داستاد شيراحمد ( نظامي) ليکنه : دا واضح خبره ده چې دنړۍ داوسني عصر انکشافات اودژوندانه په مختلفو ساحو کښې دغه سرساموونکي پرمختګونه دمتمد نو او مترقي هيوادونودښه او بريالۍ ښوونې او روزنې له فيضه څخه منځته راغلي دي . ددغو ساينسي او تکنالوژيکي وسايلو موډ رنتوب او پرمختګ ،ددوی د علمي څېړنو؛ دعلمي زده کړو او د علمي روزنو دﻻپياوړتيا لپاره د نويو ﻻرو اوسهولتونو زمينې برابرې کړي دي .ځکه نو ددوی علم او پوهه په چټکی سره مخ په وړاندې درومي او دژوندانه په هره برخه کښې يې سياسي،اقتصادي ،صنعتي او فرهنګي انقلابونه يې برياليتوب ته رسولي دي . ګرانولوستونکوته به يقيناَََ دا پوښتنه په زړه پوری وي چې دداسې ستراوحيرانونکی پرمختګ اصلي او اساسي دليل به څه وي ؟ که دنړۍ تاريخونو ته مراجعه وکړودا به راته جوته شي چې ددغه متمدنو هيوادونو خلګ د 1453 ميلادي کال څخه وروسته يعنې د رونسانس په دوره کښې له درانه فکري خوبه څخه راويښ شول . لومړی دخپلو هوښيارو زعيمانوترقيادت ﻻندې يې وحدتونه منځته راوستل .دوهم د مفــــــاهمې لپاره يوه ژبه يې ومنل ؛ اوپه دريم قدم کې دغوبيدارو ولسونو پتيلي ؤ چی دانسان دسعادت او نيکمرغۍ يوازنی ﻻره دعلم او فن زده کړه ده ، نود زده کړې ؛ ښوونې او روزنې په اړونده نه ستړي کيدونکي زيارونه او زحمتونه وګالل ؛ چې په نتيجه کښی يې ونړيوالوته د مخترعينواومکتشفينو دوياړلي نومياليو يوډير اوږدلست وړاندې کړل . د همدغو د ريواساسي او بنيادي ټکو په برکت نن ورځ همدغه هيوادونه د اعلی علمي ،عالي فرهنګي، غښتلی اقتصادي او بريالي اجتماعي مدارجو او پوړوته رسېد لي دي . خو په خواشينی سره ددريمې نړی هيوادونه په تيره بيا د ختيځې اسيا هيوادونه چې يو وخت د تمدن په عالي مد ارجو کې ؤ ؛ ناببره دغفلت په داسې يو ژورخوب کښېوتلی دی ؛ چې بيرته راويښيده يې د تصور څخه بهر دی ؛ او يا ښايي کومه معجزه غواري ؟! دوی د ژوند انه دډګر په هره برخه کښې په تيره بيا د ښوونی او روزنې يا تعليم او زده کړې په برخه کې ؛ دنړۍدمتمدنو هــيوادونو په پرتله ؛ پېړۍ پېړۍ وروسته پاته شوي دي او هيڅ ډول سيالي ورسره نشي کولای . په نړۍ کښې د ښوونې او روزنې محققينو په دريمې نړۍ کښې دزده کړې ؛ ښوونې او روزنې د وروسته پاتېوالی عمده علتونه او عوامل داسې څېړلي دي : 1. د بې علمو او بيکفايتو زعيمانو د موجوديت له امله : ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونوکښې البته د تاريخ په اوږدوکې د حکومت او دولت په راس کې د بې علمو ،مرتجعو ،لاسپوڅېو، فاسقو ،ظالمو ، خونخوارو،ډيکتاتورو او فاشيستوزعيمانود بې پروايي او عدم توجه له امله د ښوونې او روزنې د ودې او انکشاف لپاره اقد امات نه دي شوي . دغه ډول مشران او زعيمان دمداريانو په شان خپل اولس اوخپل ملت يوازې په تشو وعدو خوشحاله کوي . تاريخ ثابتوي چې دوی حتا د بيت المال او ملي خزانوشتمني دښوونې او روزنې په عوض د خپلو فاسد واغراضو او هوسونو لپاره لګولي دي . 2. دغير علمي حکومتونو او نظامونوله امله : ددريمې نړۍ په ځينو هيوادونوکښې ددوامدار و کورنيو جـــنــګ جګړو او بي امنيتي له وجهې ؛ ياد حاکمانو د حاکميت د پايښت لپاره د جاسوسی ،ډيکتاتوری او دتملق پر بنياد نظامونه يې منځته راوستلي وي اود دولت چارې د بډو اخيستونکو ؛ رشوتخورومامورينو ؛خاينو پوليسواو اجير يا کرايي پوځ په ذريعه پر مخ بيايي ؛ چې د غلطو او جانبد اروقوانينو په موجوديت سره د حاکميت جلو د فاسدو د رباريانو؛ قوماندان سالار ياټوپکسالارو ،سردارسالارو اويا د نوابسالارو په لاس کښې وي .دوی په خپلو ويشل شوي علاقو( وزارتخانو،رياستخانو او دفاترو ) کښې مطلق العنا ن پاتې شوي وي ؛دوي دپرګــــنو دتعليم او زده کړې په غم کې ځکه نه وي چې دعلم زده کړه په خلګوکې شعور او پوهه پيدا کوي، او پوهه دد وی دمـا هيت د څرګــند ونې سبب ګرځي او بيا وروسته ازادی غوښتونکو نهضتونه منځته را ځي . 3. د دولت، حکومت او خلګوداقتصادي کمزورتيا له امله : د د ريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کې د حکومت او خلګو د اقتصادي کمزورتيا له امله هم ښوونې او روزنې ته زياته پاملرنه نه ده شوې .ځکه په دغه هيوادونو کښې د معادنو او طبيعي ذخايرو د نشتوالی ،لږوالی او يا هم پټ پاتيوالی ؛د بي کيفيته صنايعو ، د نفوسو زياتولی ، د خلګو بيکاري اوبي روزګاري او د قيمو زياتوالی او ګـــراني ددغو هيوادونو اقتصادي اړخ شد يد اَ کمزوری کړی وی . بل شئ چې ددغه هيوادو نو اقتصاد کــمزورئ کوي د علمي او ميکانيزه کرهڼې نشتوالی دی . زراعت په دغه هيوادو نو کې ډير ساده او ابتد ايي بڼه لري ځکه نو بزګر ژز ستړئ کيږي ؛ ډيره مځکه نشي کرلی ، محصوﻻت يې لږ او ژوند يې خوار دئ او يا د مځکې دمحصوﻻتو يوازې 20٪ د بزګر او 80٪ د بي انصافو فيوډاﻻنو او زميندارو په ګد امو نوکښې ذخيره کېږي . ځکه نو بزګر مجبور شي چې خپل زامن له تعليم او زده کړې څخه وګرځوي او د خان فيوډال او زميندار په مزدوري يې و ګماري تر څو20٪ نور ورته وګټي اوتر بل فصله يې ګذاره په وشي . د صادراتو لږوالی او د وارداتو ډيروالی هم ددې هيوادونو د بنيادي اقتصاد د کمزورئ کولو يو بل ستر دليل کيدائ شي . په دغه هيوادونو کې ماشيني صنايعو دفني او ماهرو کارکوونکود نه موجوديت له امله وده نه ده کړې ؛ يوازې لاسي صنايعو د ابتد ايي شکل اود ناقصوالي له وجهې په نړيوال مارکيټ کښې د بهرنيو د اسعاو د د لاسته راوړلو لپاره بازار نه لري ؛ او که چيرې هم ويې لري ؛ نو ډيره ګټه يې د بې انصافو تجارو په جورجينو کښې تويږي . دا نو هغه سود اګران دي کوم چې د خپل غريب اولس دلابيوسه کولو په تکل کښې دي . دوی عمداَ داسې غير ضروري ،جعلي او نا قص شيان خپل هيواد ته وارد وي ،کوم چې په لږ وخت کښې ډيره ګټه په کښې وکړي .خومګردداسې يو توليدونکي فابريکې د واردولو په فکر نه وي کوم چې د ملت لپاره د يوې خوا د زده کړې او فني روزنې سبب وګرځي او خلګو ته دکار او روزګار زمينه مساعده کړي او دبلې خوا هيواديې د توليد اتو له نظره خود کفا شي ؛ تر څو نورد بهرڅخه د جعلي ، ګران قيمته ، کم دوامه اوناکاره توليد اتو واردولوته ضرورت پيدا نشي ، او يا د هيواد ځوان کاريګر ان يې نورو متمولو هيوادونو ته د خوارئ لپاره وﻻړنه شي . ددريمې نړۍ په ځينو هيوادونو کښې دمخدره موادو کاروبار دملي شتمنيو چور ، بې امنيتي ، غلا ، دا نسا نانو دپلورنې او د ما شو نو د قا چا ق کولو د بازارتودالئ ؛ ددغو هيوادونو نړيواال اقتصادي اعتبار له منځه وړئ وي ؛ او داسعارويا پولي واحدو ارزښت يې هم ورځ په ورځ له منځه ځي . 4. د مضحکورسم و روا جونو، عاداتو اود قيوداتو له امله: ددريمې نړۍ په ځينو هيوا دونو کښې د مختلفو طا ئفو ، قومونو او پرګنو په منځ کښې دمختلفو مذا هبو ، عقيدو ، رسموروا ج او ډو ل ډو ل قيوداتو هم د خلګود زد ه کړې او د علم د حاصلولو مخه نيولې ده. دمثال په توګه : • دتربګنئ ، تربورګلوئ او سيالي له مخې دکورنۍ د ضعيف اقتصادي حالت برسيره تر اندازې زيات د اوﻻدونو زيږول . • دانجونو د تعليم سره مخالفت اويا شديد تعصب ښود ل او بې دليله يې هغه حرا م ګڼــل . • ملا ماتونکي ولورونه ، جهېز ونه ،شير بهاوې او طويانه اخيستل . • وښوونځۍ ته داستولو پرځای په کوچني عمر د خپلو اوﻻدنو (انجونو) ودو ل يا ( هلکانو ) ته واده کو ل . او حتا د صغيرو انجونو او هلکانو په لمنه کې جنسي تيرئ او داسې نور مسايل ددې باعث ګرځيدلئ دئ چې په پرګنو کښې ټولنيز ډا ډ او اعتبار له منځه وﻻړسي او د ليک لوست او زده کړې دروازې وتړلې سي . 5 . دشديدغربت اوروغتيايي بحرا ن له امله : په تاسف او خواشينی سره چې ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کښې د نفوسو زياتوالئ ، دوالدينو بيسوادي او د تعليم سره د هغوی بي علاقه ګي ، دبيکاري زياتوالئ ، دکثا فاتو ډيروالی ، دډول ډول مرضونو شايعوالی او داسې نور مسا ئل ، چې يو د بل زيږنده مسائل دي ؛ په دغه هيوادونو کښې د ښوونې او روزنې د وروسته پاتيوالي يو بل ستر سبب ګرځيدلئ وي . 6.. د ښوونې او روزنې دناقص سيستم له امله : په تاسف او خواشينی سره چې ددريمې نړۍ په اکثرو هيوادونو کښې د نفوسو زياتوالئ له امله او د حکومت او دولت داقتصاد دضعيفوالی له وجهې ، دښوونځيو د نشتوالی ، لږوالی او ليريوالی له يوې خوا او دبلې خوا دمسلکي ښوونکو او مسلکي اداره چيانو نشتوالی يا لږوالی او يا برخلاف د غير مسلکي او بي کفايتو ښوونکو او محافظ کارو اداره چيانو موجوديت او ډير والی؛ دناقصو او نامکملو تعليمي نصابونو ، مختلفو تعليمي نصابونو ، سياسي او يو اړخيزو تعليمي نصابونو او حتا د بهر څخه صادر شوي تعليمي نصابونو ال امله چې داړونده ټولنو اړتياوې نشي پوره کوﻻی ، د دريمې نړۍ په هيوادونو کښې د ښوونې او روزنې د وروسته پاتېوالې ستر او عمده عوامل بلل شوي دي . (والسلام )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بشير احمد نادم", "output": "بشيراحمد نادم د الحاج عبدالصبور رښتين زوى په 1359ل كال د هلمند ولايت په موسى كلا نومې ولسوالۍ كې زېږېدلى دى. له 1361ل كال راهيسې كډوال شول او په كوټه كې يې استوګنه غوره كړه، چې اوس په کندهار کي دپژواک سمیز خبریال دی. خپلې زده كړې يې په بېلابېلو لېسو او ښوونځيو كې ترسره كړي او په 1375ل كال يې له شهيد مولوي حبيب الرحمان عالي لېسې څخه د دوولسم ټولګي بريليك تر ګوتو كړ، چې تر هغه وروسته يې د ښوونكي په توګه دنده پيل كړه .دژورنالیستکي هڅو تر څنګ ښه شاعر هم دی ، شاعري يې روانه او انځوريزه ده، هغه تر ډېره كچه خپلو احساساتو ته تبارز وركوي، چې دغه اړخ يې په شاعرۍ كې جوت دى.ځواني، غوره اخلاق او هنر يې درې واړه داسې صفات دي، چې د ده د شخصيت يو مثلث جوړوي. دغه مثلث د ده د پېژندنې ښه څراغ دى، داسې ښكاري چې نادم به نوره هم وده وكړي او ډېر نور هنري پرمختګ به وكړي.نوموړى له اوسمهالي شعري بهير سره ډېره مينه لري او تل نوې شاعرۍ لولي، په لرغونې شاعرۍ كې يې څو ټاكلي شاعران او بيا د هغو شاعرانو يو څو شهكارې هنري بېلګې خوښېږي.په ورځني ژوند كې هم د ښو اخلاقو، ښو احساساتو، زړه سوي او ظريفو چلندونو خاوند دى. سړى يې له مجلس او اخلاقو څخه پوره پوره خوند اخلي. ذوق يې هم د ستاينې وړ دى او ستر وياړ خو دا دى، چې خپل هېواد او خپل هېوادوال د ځان نه بېلېدونكې برخه ګڼي.دى يو مستعد ځوان دى، اوس يې نثر ليكنې ته هم پام اړولى دى او څو لنډې كيسې يې ليكلې دي، اوس مهال يې په ژباړې هم لاس پورې كړى او كوښښ كوي چې ايراني ناولونه پښتو ته راوژباړي. كېدى شي په نژدې وخت كې يې د مطبوعاتو ډګر ته راوباسي، خو دلته به يې يو څو شعري بېلګې ولولو: د امن تصويرخمار يې سترګو كې انځور شي، ښكلى رنګ ونيسيخاموش محفل وي، خاموشي د بنګړو شرنګ ونيسيمغرورې سترګې ترېنه واړوي، بېنيازه تېر شيد چا و در ته چې كچكول يو خوار ملنګ ونيسيد زلفو ښار كې دغه خلك پښتانه غوندې ديچې مې د خيال مېلمه، قاصد ته تور لونګ ونيسيزه يې په سترګو كې د امن يو تصوير لټومخو دا مې سترګو سره سرې سترګې په جنګ ونيسيماشوم ساقي د ميخانې په اصول نه پوهېږيكله مې مخې ته شراب او كله بنګ ونيسيهره ټپه به يې په خوله شوله يوه څپه نادمه!نه شته ملاله چې د قوم زلمو ته ننګ ونيسي.2001__8_10م كال بامچې نه سحر او نه ماښام پېژنمخمار- خمار يمه بس جام پېژنمچې ښكلى مخ ترې نه څرګند كړي ښكلېپه توره شپه كې هغه بام پېژنمخپلې پښتو كړمه سرتېر غوندې زه نه خو پېغور او نه الزام پېژنممحفل كې ډېرو مينه وستايل خو مينه!• ستا ښكلى كلام پېژنمداسې سفر كې يو روان نادمه!نه يې اغاز، نه يې انجام پېژنم.2001_11_21م كال د مينې نښهدا د غره لمن خو ګورئها د خاورو سپېره څلىچې بيرغ باندې رپېږيته په ځير- ځير ورته ګوره دا بيرغ نه دى چې رپيدغه سپين دسمال د مينېدغه پېغلې و جوړ كړىدې ويل چې دا به يار ته وركوم د مينې نخښهته په ځير- ځير ورته ګورهدا جهان د چا د مينېدا درزا د چا د زړه وهدا امسا د يوه لاس وه دا ښايست د چا د كور ود تقدير فيصلې ګوره چې نن خاورې پرې امبار ديچې يې پروت ښكلى جسد دىد وختونو هديره كېدا بيرغ نه دى چې رپيدغه سپين دسمال د مينېدى هنر د دغې پېغلېته په خپله فكر وكړهچې دا څومره ښكلى ښكاريدا هنر د دې د ګوتو دا هنر د دې د ګوتو. 2001_3_9م كال، د لوى اختر څلورمه ورځ، د غره هديره، كوټه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اروزګان كي څلور ساعته پرله پسې جګړه سوې", "output": "د اروزګان ولايت د مركز ترين كوټ او چورې ولسوالۍ ترمنځ دولتي ځواكونو او طالبانو څلور ساعته جګړه كړې ده، د ۲۰۵ اتل قول اردو كومندان جنرال رحمت الله بېنوا ته وويل چي په دې جګړه كي درې تنه ملي پوځيان ټپيان او يو مړ دى، دى وايي چي مخالفينو ته هم ځاني زيان اوښتى دى خو شمېر يې تر اوسه نه دى مالوم. دا په داسي حال كي ده چي پرون هم په دغه ولسوالي كي د دولت او مخالفينو ترمنځ جګړه كي څلور طالبان وژل سوي او يو ژوندى نيول سوى دى. خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اسرايلو 5 سرتيري د ځانمرگي بريد ښکار شول", "output": "نن د اسرايلو او غزې تر منځ په غزيدلي پوله د اسرايلي سرتيرو په موټر ځان وژونکی بريد شوی او پينځه سرتيري پکې ژوبل شوي دي .پوليس واېې ځانمرگی خپل له بمونو ډک موټر له اسرايلۍ گزمې سره وجنگاوه .دا په اسرايلي سرتيرو بی ساری دا ډول بريد گڼل کيږ ي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوی کابینه: تخصص،تعهد،مصلحت اوپایلی", "output": "ښاغلی کرزۍ د اولسمشرۍ د دویمی دوری دپاره د نوماند کیدلو سره سم دسترو چلنجونو اوبیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان شو . دغو ستونزو دوه زورور لاملونه درلودل . داخلی لاملونو یی خارجی لاملونه راوزیږول چی دغه خارجی لاملونه بیا په ملی او نړیواله کچه دپرابلمونو او جنجالونو مور وګرځیده . را ټوکیدلو ستونزو ددغه لامل پر بنسټ په دوو اړخونو کی وده وکړه . په افقی اړخ کی یی هرلورته پراختیا ومونده او د ټولنی پرهره برخه یی یرغل یووړ او هغه یی اغیزمنه کړه . په عمودی اړخ کی ستونزی دومره ژوری ولاړی چی دریښو را ایستل یی د کرزی دتوان نه بهر شوه . په هیواد کی د طالبانو تر را پرځولو وروسته په بن کی د جوړی شوی کابینی دپاره چی کرزۍ یی اولسمشر په پام کی نیولۍ وو ، داسی شرایط ټاکل شوی وه چی له مخی یی جمهور ریس د وزیرانو د ادلون بدلون صلاحیت ندرلود . که څه هم کرزۍ د مرکزی دولت د ريس پنامه ناست وو ، مګرمتمرکز مرکزی دولت اصلا وجود ندرلود . د ۹۰ – یمو کلنو تنظیمی انارشیزم داځل د امریکا په زورورو مټانو د واک پر ګدۍ کښینول شوی وو ځکه یی نو د هیچا پروا ندرلوده او د ملک الطوایفۍ اداره یی دا پلا د ب- ۵۲ او ف- ۱۶ په ملاتړ منځته راوستل . ارګ ته د کرزی تر ننوتلو وړاندی لا جهادی قوماندانان په ټولو ولایتونو کی خودمختاره واکداران ګرځیدلې وه . هلته هم د بیلابیلو قوماندانانو د واک ساحی سره ویشل شوی وی چی ډیر وختونه به د دولتی شتمنیو او ځمکود ویش پر سر ددوی تر منځ خونړی جنګونه منځته راتلل او کرزی به یوازی دمنځګړی یا ثالث باالخیر رول لوبولای شو .والیانو او قوماندانانو د مرکزی حکومت د اولسمشر سره یوازی فورمالیټی اړیکی درلودی او دده داحکامو په منلو یا نه منلو کی یی دخپلی خوښی او اختیار نه کار اخیست . امریکایانو او لودیزوالو هم دغه کسان په غیږ کی نیولۍ وه او پر سر به یی لاس ورتیراوه چی دغه کار دوی نور هم د اولسمشر به وړاندی بی پروا کول . داخو په بن کی د ټاکل شوی اولسمشر داخلی سونزی وی . دده تش پنامه خارجی ملاتړو لکه ایساف او امریکا پدی هیواد کی دومره خپلسری پیل کړی وه چی دافغانی ټولنی دودونو او اخلاقی نورمونو ته یی هیڅ پاملرنه نه کول و هر څه یی د لودیزی دموکراسۍ په تله کی تلل خو پدی کار کی یی هم دبشر حقونه چی لودیزوال ډیر پری نازیږی ، له یاده ایستلۍ وه . دوی په نیمه بیله اجازی د خلګو په کورونو ننوتل ، نر او ښځی یی تلاشی کولی او د القاعدی پنامه به یی سپکاوۍ ورته کاوه ، روزل شوی وحشی سپی به یی ور ایله کول ، پخپلو عملیاتو کی به یی پر بیګناه وګړو د بمونو باران جوړاوه . په ځانګړی توګه جنوبی او ختیځ ولایتونه د کربلا ډوله جنوسایډ میدان ګر ځیدلی وو . د اولسمشر کرزی نیوکو ، خواهشونو او اعتراضونو ته یی هیڅ اهمیت نه ورکاوه . دجهادی وسلوالو قوماندانانو په بی وسلی کولو کی یی چی دبن په کنفرانس کی پری ټینګار شوی وو ، نه یوازی جدی عملی ګام وانه خیستل شو بلکه پدی خاطر چی ګویا هغوی د طالبانو په ټکولو کی مرسته ورسره کړی وه ، نو دوی یی لا و نازول ، نقدی او جنسی انعامونه یی ورکول او د کرزی به وړاندی یی لا نورهم زړه ور کړل . لدی نه پرته د دولت څلورمه قوه یعنی ډله ایزی رسنې هم تر لویه بریده د زورواکانو تر اغیز لاندی روانی وی او زیاترو یی د ژبنی او سمتی توپیرونو بر بنسټ د هیواد په دننه او دباندی کی دکرزی پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی وو، حق او ناحق یی د ټولو خړ پړتیاوو پړه دده پر اوږو وربارول او دی یی دخلګو په ذهنیتونو دومره وټکاوه چی چا دده دمثبتو کړنو نوم هم یادولای نشو . کله چی دلومړی دوری په ټولټاکنو کی کرزۍ پدی وتوانیدی چی دخلګو ملاتړ ترلاسه او میدان و ګټی نو یی د خارجی قوتونو دخپلسرو بمباریو په وړاندی ټینګ غبرګون وښود او تهدید یی وکړ چی که دا کار نور هم دوام وکړی ، دی به یوه ځانګړې لویه جرګه را وغواړی څو دخارجی قوتونو دشتون په اړوند تصمیم ونیسی . پدی وخت کی کرزی همدارنګه د تنظیمی سرکښو والیانو او قوماندانانو د ادلون بدلون په کار کی یو لړ ګامونه پورته کړه چی هغوی یی لانور هم په مقابل کی را وپاریدل او دده دنوم بدی په موخه یی له هیڅ روا او ناروا کار نه ډډه نه کول . اداری فساد چی د لوړو ناوړو شرایطو په ګیډه کی وده کړی وه ، دا مهال دنوموړو تنظیمی زورواکانو په قصدی کړنو دومره و پړسیدی چی هیوادوال یی پرنفس راوستې راوستل . امریکا او لویدیز چی د کرزی دنیوکو او تهدید نه ناراضه شوی وه ، ددغه ستونزمن حالت نه یی دهغه بر ضد کارواخیست او دخپلو رسنیو د لاری یی دهغه وتخریبولو ته ملاوتړل . د کرزی دکورنۍ دځینو غړو پړه یی دده پر اوږو بارکړه او د هغو زورواکانو په وړاندی چی ډاډمن یی ساتلې وه ، دده د حکومت کمزوری ورته پیغور کوله او بیکفایته یی ښوده . کله چی د دویمی دوری د ټولټاکنو وخت را ورسیدی ، د کرزی دبریالیتوب پوتنشیال چی تر لویه بریده په جنوبی او ختیځو ولایتونو کی وو ، په دوه دلیله کمزورۍ ښکاریده : لومړې داچی دا سیمی دجنګ میدان وو او خلګو د طالبانو د ګواښ له ډاره په ټولتاکنو ګډون کولای نشو. دویم داچی پدی سیمو کی خلګو د خارجی قوتونو دخپلسرو عملیاتو او ټول وژنو پړه د بی شمیره رسنیو د تبلیغاتو تر اغیزی لاندی پر کرزی ور اچول چی د دوی له چاړی نه یی ساتلای نشی . پدی توګه ان په هغو سیمو کی چی دطالبانو د تهدید ډار هم دومره زیات نه وو ، خلګ د کرزی له ملاتړ نه لاس به سر شوی وه . ددغو ټولو ناوړتیاوو پایله داشوه چی کرزۍ اړوت څو د داسی کسانو سره اتحا د وکړی لکه فهیم ، دوستم ، محقق ، اسماغیل خان او نور . کرزی پدی کارسره د واک ترلاسه کولو برسیره دوی نوری موخی هم په پام کی نیولې وی : لومړۍ ده غوښته دهیواد دمشر په توګه د ملی یووالې په لاره کی یو ګام مخته ولاړ شی . دویم ده غوښته امریکا او لویدیز ته و ښیی چی بیله د دوی له ملاتړ نه هم دی کولای شی دخپلو خلګو په ملاتړ سره اولسمشر شی . پدغه اتحاد کی دجوړ جاړۍ له مخی کرزۍ اړ وو چی د نوموړو کسانو یو لړ غوښتنی هم باید ومنی ځکه چی دا یوه دوه اړخیزه معامله وه او هر اړخ باید ټاکلې مکلفیتونه پرغاړه اخیستې وای . د دوی په غوښتنو کی یوه لویه برخه دا وه چی په کابینه کی باید د دوی دخوښی یوشمیر کسانو ته ځای ورکړل شی . ددغو غوښتنو دمنلو سره سم کرزۍ د کابینی په جوړولو کی دداسی ( مصلحت ) د عنصر سره مخامخ شو چی دیوه افغان په توګه یی په هیڅ لور تری نه مخ اړولای نشو ځکه د قول او وعدی نه مخ اړول پخپله دانسان د شخصیت معنوی اړخ کمزورۍ کوی . له بلی خوا دهیواد اساسی قانون له ده نه دا غوښتنه کوی چی وزیران یی باید لوړی زده کړی ولری . دی قانونی شرط بیا کرزۍ د ( تخصص ) دعنصر مخته ودراوه چی همدارنګه ورنه تیریدلای نشو . هیوادوالو او نړیوالو له کرزی نه په ټینګه دا غوښتل چی وزیران یی باید په صداقت او وفادارۍ سره کار وکړی ، لاسونه یی په وینو ککړ نه وی او د اداری فسا د برضد وجنګیږی . دغو غوښتنو دی د ( تعهد ) د عنصر سره مخامخ کړ . پردی ټولو برسیره د اولسی جرګی پریکړه چی وزیران باید دوه ګونۍ تابعیت ونلری هم د کرزی دپاره یو بل چلنج شو. اولسی جرګی ته دا ډول صلاحیت اساسی قانون ورکړی او کرزۍ یی د په پام کی نیولو مکلفیت لری . نوموړو درو ټکیو کرزی د نوی کابینی په غوره کولو کی دسختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړ . دی تر څو اړخیز فشار لاندی حیران پاته شو چی څه وکړی . له هیڅ یوه شرط نه هم تیریدلای نشو او دا دری واړه عنصره به یوه تن کی سره یو ځای کول هم اسانه کار نه وو . له یوی ورځی نه بلی ته د اوږده ځنډ وروسته یی اخر یو شمیر کسان غوره او پارلمان ته یی د باور رایی اخیستلو پخاطر ور وبیژندل . د نوی کابینی نژدی نیمه برخه د پخوانۍ کابینی هغه غړی دی چی پخپلو کارونو کی نسبتا بریالې یادیدل . د نوو کسانو له پیژند لیک نه هم داسی معلومیږی چی لوړی زده کړی او یوه لږه اندازه د کار تجربه لری . پر دوی باندی تر اوسه پوری په کور دننه کی منفی نیوکی ندی شوی . نړیوالو یی هم په اړه د احتیاط نه ډک غبرګون ښودلې او کابینه یی به ټولیز ډول دباور وړ بللې ده . که د یوه نوی ښه کال په هکله له پسرلې نه اټکل وکړو خو یو څه هیلی سته چی ګوندی فصلونه به ښه راشی او که چیری بیا دکور په دننه کی خوسا شوی حالت ، د ورانکاریو په چارو کی دپنځم ستون ازاد لاس او د نړیوالو دوه مخیز سیاست په پام کی ونیسو نو لدی وړیو نه به دشړۍ جوړولو امید سخت وی . داځکه تجربی وښوده چی امریکا او لودیز د کرزی د بدنامولو پخاطر هم دنړیوالو په سترګو کی خاوری پاشی اوهم دافغانانو سره د هر ډول جفا مخ نه اړوی . زما په اند اوسنې ستونزی باید له هغه ځایه نه غوڅی شی چی ریښی یی تری نه اخیستی دی . داریښی دبن له کنفرانس نه راغځیدلی چی طالبان هلته دیوه ستر اغیزمن اوبیاوړی اړخ په توګه بیخی نفی او هیڅ په پام کی ونه نیول شول . ترڅو پوری چی دغی ستونزې ته دحل یوه عادلانه او مناسبه لاره پیدا شوی نه وی نو په ډاګه ویلای شم چی دا آش او دا کاسه به وی او دا وړۍ به هیڅکله هم شړۍ نشی . پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاری یوسف:په کندهار کې مو سرتيري ووژل", "output": "د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف یو ځل بیا د تل په شان له ناڅرگند ځای څخه د ټلیفون په کرښه وویل چې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کی ېې پرون ناوخته يو رینجر م وټر په بم الوزولی او اوه سرتيري ېې پکې وژلي دي . د نوموړي د څرگندونو په اړه تر اوسه افغان دولت څ ه نه دي ويلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتني قبيلې وپيژ نئ ! ٥٨ بر خه ( دلازاک)", "output": "د پښتنو دعنعنوي او دوديزې شجرې له مخې دلازاک دپښتنو دکرلاڼي پښتنو په ټو لنېزې ډلې کې شمير ل کيږي، خو دتا ريخي پلوه دوی دساکي پښتنو يوه څا نګه ده چې دسليمان دغرو نو دلړۍ نه د خپلې استو ګنې او سنۍ سېمې ته ليږ ديد لي دي٠ دتاريخي رواياتو سره سم دلازاک لو مړني پښتانه دي چې دپېښور په وادۍ کې دابا سين تر غاړو پورې استو ګن شوي وو او داسي ويل کيږي ې دوی پر دغه سېمې با ندې دهندو شا ها نو په وخت کې قبضه کړې وه ٠دلازاک دغزنوي سلطان محمود٩٩٧-١٠٣٠ ع د واکمنۍ په وخت کې دهغه سره دهند په بر يدونو کې ملګري او دخپل يوه مشر ملک يحيي په مشر تا به د سو منات په حمله کې يې ګډون درلود٠ (١) داسي رو ايتو نه هم شته چې دلازاکو دلا هور دراجا دکمزورتيا په وجه دخيبر دتا ريخي درې له لارې پر پېښور باندې چې په هغه وخت کې بګرام ورته ويل کېده (٢) ير غل وکړ او دتورې په زور يې دغه سيمه په خپله ولکه کې راوسته، ان چې دسند لويديزې بر خې يې هم تر ليرې ليرې ځايو نو کې په خپلې قبضې کې راوستې او خپل تسلط يې وربا ندې ټينګ کړ٠ تاريخ حيات افغا ني چې له نن نه١٤٥ کلو نه وړاندې ليکل شوی دی د دلازاکو پښتنو په اړوند داسي کښلي دي : ددغې قبيلې ځيني سپين ږيري دخپلو پلرو نو او نيکو نو په اړوند داسي روايت کوي کله چې په پيل کې د دلازاک قبيله د افغا نستان ختيځو بر خو ته داخله شوه، نو تر دې وړاندې په پېښور او دسند درياب په لو يدېزو او ختيزو غاړو کې سره کافر او سيدل او هغو خلکو ته يې سره کا فر ويل چې د ګر يک او بکټرين له نسله وو٠ په پيل کې ديګان او داصلي سو اتيو نيکو نه هم د پيښور ، راولپينډۍ او دجلال اباد تر حدودو مېشته وو چې بيا د دلا زاکو دقبيلې خلکو په تد ريجي تو ګه دغه خلک پر شا وتمبول او خپله قبضه يې پرې ټېنګه کړه٠ لنډه دا چې دغه قبېله دکابل دواکمن مرزا الغ بيګ تر وخته ډېره مشهوره وه، خوکله چې دوی خپل زور او ځواک با ندې مغروره شول، نو لو مړی دخليلو او مو مندو له خوا چې پېښور ته راتلل مات او دپېښور پرېښودلو ته اړ شول٠ ه په هغه وخت کې پېښور، دو ابه،با جوړ، ننګرهار،کلپا ڼه او دهزاره تر سېمې پورې ټو لې سېمې ددلازاکو وي٠ په دغه وخت کې يو سفزي هم په کا بل کې د مرزا الغ بيګ له خوا ټکول شوي وو او پيښور ته راغلي وو٠ (٣) د يو سفز يو مشر ملک احمدد دلا زاکو نه د يو سفز يو لپاره د يوې سېمې غو ښتنه وکړه ، هما غه و چې دلا زاکو ديو سفز يو سېمه دوی ته ورکړه٠ ورو سته بيا يو سفز يو ددلازاکو نه دنورو سيمو غو ښتنه وکړه او ورته يې وويل چې يوازې دو ابه لږه ده په هغې سېمې مو ګو زاره نه کيږي، چې بيا دلا زاکو ورته د دانشکول، عنبر او دبا جوړ سېمې هم ورکړي او دلا زاکو ته يې وويل چې اشنغر هم په دوابه پورې دی که څه زور او قوت مو وشي اشنغر هم په خپله توره له شلما نيو نه واخلئ .(٤) وروسته بيا د يوسفزيو او دلازاکو تر مينځ دځمکو په نيولو سختې او خو نړۍ جګړې وشوې چې له دواړو خواوو ډېر کسان ووژل شول٠ په پای کې ديو سفزو دمشر ملک احمد او ددلا زاکو دقبيلې دمشر ملک محمد خان دلا زاک تر مينځ سو له وشوه٠ د دلا زاکو يو شمېر کو رنۍ د مغو لي واکمن جهانګير دو اکمنۍ په وخت کې د هند بيلا بيلو بر خو ته وليږل شوې چې زيات شمېر دلازاک لا تر او سه هم هلته مېشته دي٠ ددلا زاکو دقبيلې ښا خو نه : ددلا زاکو د قبيلې مشهور ښا خو نه دادي : لوري خيل، يعقوب خيل، احمد خيل، وتک زي،عمر خيل،يحيي زي، زکر يا خيل، سمرزي، شمشير خاني،نصرت خيل،عنا يت خيل او نور٠٠٠ دلازاک په پښتو نخواکې : د لازاک دپښتو نخوا په چارسدې،مردان، سوات، او همداراز په حسن ابدال، ټکسيلا، راولپنډۍ، هريپور، چچ ، هزاره،اټک او ايبټ اباد کې مېشته دي٠ د هر يپور دسيمې دلازاک په لا ندنيو کليو او با نډو کې مېشته دي: سرای صالح،شاه محمد،لبن با نډې،مراد اباد،مونن،غيبه،بګرا،شاه مقصود، چور، پورانا باکه، هرې، اخون با نډې،تېر،تالوکير،بهيرا، کو ليان،کلنوان او چمبه کې اوسيږي٠ همداراز داټک دسيمې دلا زاک ددغې سېمې په لا نديو کليو او با نډو کې ژوند کوي: د اټک په کلی، دوليا په کلي، دفور ملي په کلی، دحميد په کلي او غورغشتي کلي کې ژوند کوي٠ (٥) په هندوستان کې: د هندو ستان داتراپراديش دايالت د ميرټ د ولسوالۍ ( دسټر کټ)کې هم ډېر شمېر دلازاک پښتا نه او سيږي چې تر او سه پورې ددغې قبيلې ځيني خلک په پښتو ژبې خبرې کوي٠ دشا هجهانپور دسيمي يو مشهور پښتون ليکوال چې ددلا زاک په قبيلې پورې اړه لري ښا غلی مر غوب احمد خان دی چې ددلا زاکو دقبيلې په اړوند يې پر اخه څيړ نې کړي دي چې دسرخ مناري، شيوګۍ، مصري خيلو،جلالپور،رسولپو ر دسيمو دلازاک يې چې د ميرټ د دسټر کټ دشاهجهانپور په سيمې پورې اړه لري موږ ته را پيژ ندلي او همداراز يې په دغه سيمه کې ددلازاک دقبېلې ځيني تا ريخي شخصيتو نه يې مو ږته رامعر في کړي دي چې په دغو کسانو کې يو هم محمد عباس خان دلازاک و چې دمغولي واکمن جها نګير په وخت کې د خپلو پنځه زره پو ځو نو سره هندوستان ته راغلی او بيادشاهجهان دو اکمنۍ په وخت کې همد لته مېشته شوی و او د شا هجهان له خواورته شا هي منصب هم ور کړل شوی و٠ دوهم نا متو پښتو ن چې ددلازاک په قبيلې پورې يې اړه درلوده هغه محمدخان و چې د مغولي واکمنۍ له خوا ورته داوړيسه دسيمې صو بداري ورکړل شوې وه ا و دهو ګلي، بنګا پور او دبيهار پر سيمو يې راج کاوه چې دده او لاده په هو ګلي کې استو ګنه لري ، خودده مزار دشا هجهانپور دسيمې په شهيد والا باغ کې دی او داسي ويل کيږي چې په کو مې جګړې کې شهيد شوی و٠ همداراز بل نا متو پښتون چې دشاهجهانپور په سېمه کې مېشته شوی و دولت خان و چې ددلازاک ه قبېلې پورې يې اړه درلوده دلازاک پښتون و چې دده او لاده اوس هم دشاهجهانپور په سيمه کې استو ګنه لري٠ جنيد خان بل پښتون دلازاک و چې درسولپور سيمې ته را ليږ ديدلی و او اوس دغه ځای د ننپورپه نا مه يا ديږي چې دا سېمه هم په شاهجهانپور پورې يوه تړ لې سېمه ده٠ بل پښتون دلازاک دلاور خان و چې هغه هم دې سېمې ته راليږ ديدلی و او دشاهجها نپور په دلازاک محله ياجلا لپور کې يې استو ګنه غوره کړې وه٠ همداراز د او رنګزيب په وخت کې د دلا زاکو دقبيلې يو شمير مشهور شخصيتو نه چې سر کاري پو ځي منصبو نه يې درلودل په هغو کې مصري خان، عنا يت خان او نهر خان مشهور دي٠ (٦) پا تي دې نه وي چې دهند په بنګال،داندراپراديش په باري، د پنجاب په جلندر، دراجستان په دلازي او ځينو نورو سيمو کې هم دلازاک پښتانه استو ګنه لري٠(٧) د دلا زاکو دقبيلې يوه مشهوره اتله شاه بورۍ نو ميده چې د عبد الر حمن عمر خيل دلازاک لور وه چې دنو موړې د اتلوالۍ کا رنا مې د پښتو ژبې په کيسو کې شته٠ (٨) ------------------------------------------------------------ منابع او ماخذونه : ١- پښتا نه دتاريخ په رڼا کې،٣٧٥ مخ٠ ٢-تاريخ حيات افغاني،ددانش چاپ،پېښور، ٣٢٣ مخ٠ ٣- نو موړی اثر ٣٢٣ مخ٠ ٤-تواريخ حا فظ رحمت خاني، دپير معظم شاه اثر، پېښور،٣٠-٣١ مخونه٠ ٥-http://dilazak.blogspot.com/ ٦- http://en.wikipedia.org/wiki/Dilazak ٧- http://www.freewebs.com/ishaat/detail.htm ٨-http://pukhtunwomen.org/node/308"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزني: د زندان حالت ناوړه دی", "output": "د غزني ولایت د مرکزي زندان حالت ناوړه دی او دغلته د بندیانو حالت خراب دی. دغه ټکی په غزني کې د ولایتی بیارغاوني ډلي هغه ټیم څرګنده کړه چې پرون یې د غزني ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه کړی وه. د ناټو د قوماندانۍ له خوا یو خپور شوی بیان کاږي چې د غزني ولایت په زندان کې نهه خوني په ډير بد حالت کې دی او دغلته شاوخوا دوسوه بندیان د خپل ژوندانه له شرایطو شکایت لري. ناټو ژمنه وکړه چې د زندان په ترمیم او رغولو کې به پوره مرسته وکړي. همدا راز د غزني ولایت د ښځینه بندیانو ساتنه د څلورو تنو ښځینه پولیس ساتونکو له خوا کیږي او دغه ساتونکي د معاش د کموالي له امله شکایتونه لري. هغوي له مرکزي دولت څخه غواړي چې معاشونه یې ورته زیات کړي. د غزني د محبس د یوې کوټې انځور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سويل او ختيځ : څلور امريکايي سرتيري ووژل سوه", "output": "احمد لودين په افغانستان کي نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د خپلو څلورو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه خبر په کابل کې د ايساف د قوماندانۍ د مطبوعاتي څانګي لخوا په يوه خپره سوي خبرپاڼه کي ورکول سوي دي په خبرپاڼه کي راغلي دي ، چې ياد څلور سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دافغانستان په سوېل او ختيځ کې وژل سوي دي . د خبرپاڼي له مخې، درې سرتېري دافغانستان په سوېل کې د ماين چاودنې او وسلوالومخالفينو په مخامخ بريد کې او څلورم سرتېرى په ختيځ کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل سوى دى . د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وژل سوي سرتېري امريکايان دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل قیصر اپریدی په غوږونو کې مـــــــــــو څنګه خبر ناست دیداسې چپ یو ګویا مرګ مو په سر ناست دی د شپیـــــــــــــــــــــلۍ غږ یې غمزه د قیامت ده یو شپونکی په لـــــوړه څوکه د غر ناست دی ددې وران قبر عذاب پرې نه تیـــــــــــــــــریږيیو سړی د خـــــــــــــپل وجود نه بهر ناست دی بیا اووه ســــــــــــــــــــــــمندرونه د پښو لاندېیو عاشق بیا د سېــــــــــمرغ په وزر ناست دی د نکتې غوندې راغونډ دی په خپل ځان کېپټې ســـــــــترګې مو شاهین د نظر ناست دی یو ګلاب ،چې خــــــــــــــوشبویانې یې ویشلېزخم زخم د ازغو په بستــــــــــــــــــــر ناست دی د قېصــــــــــــــــــــر د بې حسۍ تپوس پکار دیدی د ناســـــــــــــتې سړی نه دی مګر ناست دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ددفاع وزارت دکاري رپوټ په ژباړې څو اړینې څرګندونې", "output": "( دملي دفاع وزارت د کاري کړنو د ۱۳۸۶ وم کال د رپوټ په ژباړې څو اړینې څرګندونې ) د روان کال د وري په لومړۍ او دوهمه نېټه په پارلمان کې د کاري اړیکو په خاطر دوې ګڼې د نوموړي اثر په لاس راغلې،چې په لوستلو یې د ملي دفاع وزارت د کړنو او مثبو اجرأتو څخه سړی خوشحالېږي . خو څه چې د ډیر آفسوس او زورېدنې وړ دي هغه د ګذارش د پښتو متن د ژباړې غلطۍ،د ارقاموټکر او تېروتنې،ناسمې جمله بندۍ،ټکی په ټکی ترجمه،د پښتو یاګانو نه کارول دځینو مشکلو کلمو نه ترجمه کول،دلیک نښو غلط استعمال او نوردي .چې له بېلګو سره به راوړل شي . څرنګه چې د ګذارش څخه هم څرګندېږي د دولت زیاته بودیجه په ملي دفاع وزارت کې مصرفېږي تر اوسه اوه شپېته زره منسوبین لري او روان کال کې نوولس زره نور هم په لوړمعاش جذبېږي په باور سره ویلای شو چې په دې منسوبینو کې تکړه لیکوالان،شاعران او ژورنالېستان شته دي چې ځینی یې په لس ګونو چاپی اثار هم لري چې کم ترکمه خو د یو متن په ژباړې برلاسی لري . دا ترجمه چې محترم محمد � �اه کټوازي کړې ده کیدای شوه چې یو ځل بیا چا ته ښودل شوې وای یا دیوڅه لګښت په بدل کې ترجمه یا کتل شوې وای لدې پیکه والي او تحقیر څخه به خلاصه وای . په دري متن کې د ځینو نا اشنا کلمو لکه شماره ګان . . . او نورو پرته مشکل نه شته له دواړو متنونو څخه داسې څرګندېږي چې پښتو متن له دري څخه ترجمه شوی وي ځکه غلطۍ یوازې په پښتو متن کې ډی� �ې دي اوس به د دې خبرو د زبات له پاره په لنډه توګه په ګروپ وار شکل د څو بېلګو یاد دونه وشي ( الف ) د املأ یې غلطیو برخه : نن چې د ساینس او تکنالوژۍ عصر دی،انسان څه چی آن کمپیوتر او انترنېت هم املأ یې غلطۍ په اټومات ډول سمولای سي . دلته د کتاب د څو پاڼو غټې غلطۍ یوازې د نمونې له پاره � �اوړل کېږي : ــ ۹ ام مخ ۴مه کرښه متمرکز کزشویدی؛ که (یاګانې) په پام کی ونیول شي جمله هېڅ مانا نه ورکوي صحیح یې ده ( راڅرخي ) ــ ۱۱ ام مخ ۱۰مه کرښه وضع الجی� �ونو؛ دري کلمه له پښتوسره جمع کول په « نو ــ ګان » مانا نه ورکوي غوره یې ده ( هستوګنځی ) ــ ۱۱ ام م خ ۱۹مه کرښه مخکی وړی دی؛ د بې ساه شي له پاره کارول کېږي . صحیح یې ده ( پر مخ وړل شوي دي ) . ــ ۱۲ ام مخ ۲۳مه کرښه GCMB؛ دامحفف توری مانا شوي هم نه دي صحیح یې ده ( JCMB ) ــ ۱۳ ام مخ ۹مه کرښه واړه ضابطان؛ د اوسمهال د غوښتنې خلافه اصطلاح کارول شوې ده صحیح یي ده ( بریدملان ) . ــ ۱۴ ام مخ ۲۲مه کرښه په ټولو کچوکې؛ د معیاراو اندازې مانا ورکوي نه دسطحې صحیح یې ده ( پوړیو ) ــ ۱۵ ام مخ ۵ مه کرښه لسانس؛ په مقابل دري متن کې یې صحیح ده ( لیسانس ) ـ� �۵ ۱ ام مخ ۹مه کرښه . . .؛ دا غټه تیرونه ده د ارقامو مجموعه ورکه ده ( ۱۱۶۸) ــ ۱۷ ام مخ اوله کرښه ساحوی قول اردوګان؛ لکه با درنګ ګان کارول � �وی صحیح یې ده ( قول اردوګانې) ــ ۱۹ ام مخ اوله کرښه ۱۰ ټولګی ته جذب شول؛ هیڅ مانا نه ورکوي صحیح یي ده ( لسم ټولګي ته جذب شول ) ــ ۱۹ ام مخ ۵ مه ک� �ښه او ۴بلوکه یی؛ ۴ بلوکه مانا نه لري صحیح یي ده ( څلورو یا ۴وو بلوکونو ) .� �ـ۲۰ ام مخ ۲۲مه کرښه لخوا؛ دا فعل دی او له اړخه مانا ورکوي نه له طرفه یا پواسطه صحيح یې دی ( له خو ) ــ۲۱تم مخ ۲۱مه کرښه ځواب وينی؛ دلغت دځواب مانا ورکوي نه دفعل يا کړله پاره صحيح یې دی ( ځواب ورکوو ) ــ۲۲ تم مخ ۶مه کرښه ۶۱۱ تنه تپی ؛ ډېره بده مانا لري صحيح یې دی ( ټـپي )ــ ۲۴تم مخ اوله کرښه له نوی سره اکمال؛ هېڅ مفهوم نه لري صحيح یې ( ؟؟ ) ــ۲۶تم مخ ۵ مه کرښه ۷ تنه فزيکی پیسې؛ لکه د ۱۸۰تنه ټپيانو راغلې صحیح یې دی (۷ ټُنه فزيکي پیسې)ــ ۲۷تم مخ ۲۱مه ک� �ښه لوی او واړه ډيپوګان؛ لکه اردو والاچې پښتوزده کړې وي صحيح یې دی( لویې او وړې ډیپوګانې)� �ـ۲۹تم مخ ۱۵مه کرښه اولسوالی؛ د والي د اولس ماناورکوي صحيح یې ده (ولسوا� �ۍ)ــ ۴۳تم مخ ۱۳مه کرښه مستقمأ؛ په عربي کې هم معنانه ورکوي صحیح � ��یې دی (مستقيماًیا سیده)ــ ۵۰ام مخ ۱۱مه کرښه د دال کند؛ کومه مانا نه لري صحيح یې دی ( ؟؟ )ــ ۵۲ام مخ ۱۱مه کرښه برخ من؛ مانا نه ل� �ي صحيح یې دی ( برخمن ) ددې برخې د ارزونې له پاره همدا شل تېروتنې غوره شوې وې. (ب) نه ترجمه شوي لفظونه يا کلمې :دې برخه کې له ډېرو خبروتېریدل غوره دي خودومره ويل په کاردي چې دا کلمې ژباړن نه شوې ترجمه کولی ځکه یې دټولې بېخوندۍ سره کټ مټ راوړې دي نودپښتولوستوونکي به څنګه ترې مفهوم واخلي ددغو ويیونو ځینې بېلګې دادي: دڅلورم مخ يوې نه تر لسموکرښو کې؛ ــ مندرجې، ــ تصريح، ــ استناد، مسلطې وضعې، ــ تحلیل، ــ اقتصاد، ــ تفاهم اتو، ــ محدوديتونو، ــ انکشاف . ۲۰ام مخ ۸مه ک� �ښه تــحشـد، ۲۲ تممخ ۹مه کرښه باالفعله حضور، ۲۴ تم مخ ۲۱مه ک� �ښه صعب الع� �اجه &n; bsp; ۳۳ سم مخ ۳يمه کرښه منتـاژ ۴۶تم مخ ۶مه ک� �ښه توشيح اونو چې ژباړه یې اړینه ده. (ج)د خپل سرو ليک نښوکارول:پښتو � �يک دود تر شلو زياتې ليک نښې يا علامې لري چې هره يوه د کارېدنې خپل وړ ځای لري که په خپل سر يا غلطې وکارول شي سره له دې چې جملې پيکه کوي د کلمو تړون اومعنا هم خرابوي پدې اثرکې یې مهموبرخوکې ځينې غلطې کارېدنې وګورﺉ. ــ� �۵ام مخ ۷ومه کرښه ( تثبیت رتبه ) ۱۶۷۰ تنه؛ دلته دقوس اړتیا بېخي نه شته . ــ � �۸ام مخ ۱۵مه کرښه (کا- ل) په لس ګونو ځايه دا غلطۍ شته ده هېڅ داستعمال مورد او مانا نه لري.ــ۱۹ام مخ ۱۹،۱۸موکرښو کې ۰۰\\۵۶۶\\۹۴۲\\۱۰ افغانی ده چی ۰۰\\۵۰۰\\۸۲۵\\۹ افغانی یی په ۲۱\\۲۲\\۲۵\\ کودونوکې مصرف شوی دی. پدې بېلونکې نخښې يادانګلیسي په Oblique دعددونو يوځای ارقام په هېڅ وجه نه شي ښودل کېدای صحيح یې په دري متن کې دی. ــ۲۱تم مخ ۲۵تمه کرښه - دارزګان ګردیز. د� �ته د دواړو تر منځ (او) او په اخر کې نسبتي دال يا تړونۍ راوړل کېږی.ــ۲۴تم مخ ټول ارقام دليک نښو د قانون په اساس ارقام اود( الف ـ با) توري په قوس کې نيول کېږي.ــ ۲۵تم مخ ۸مه کرښه درول « نصب » غبرګې ليندۍد اقتباس او توجه له پاره دی نه د ماناله پاره.ــ ۴۳ تم مخ ۸مه کرښه د D.D.R پروګرام چې دلته ټکی هېڅ ځای اومانا نه لري په دري کې سهی وګورﺉ. ـ ۴۹تم مخ ۲يمه کرښه دملی اردو ۲۰۳- ۲۰۵- ۲۰۷- ۲۰۹ قول ا� �دوګانو سهي یې په دری متن کې سته ده . (د) په ترجمه شووکلموبې باوري: ځينې کلمې چې ترجمه شوي دي د ژباړې تر شایې د ترجمه شوې کلمې دري معنا هم په قوس کې لیکلې دی دغه کار په ژباړې باندې د ده بې باوري څ� �ګندوي بل دا چې په عینې صفحه کې همدا فارسي لفظ موجود دی بیا راوړل یې د( ... )سړي کار دي نه د یوادیب او ژباړن. بېلګې یې دادي: ټپی ( زخمی )،د رول « نصب » ، غږیز ( صوتی )،سپما ( پس انداز ) ، لیږ دیدنه ( انتقال ) او نور . ( و ) د متن ناسمه جمله بندي : د دې خبرې دبېلګو راوړل شوني نه دي که څوک په غور سره ګ� �ارش ولولي پرې پوهیږي ، د تذکر له پاره یوازې دکتاب د اخرې مخ څلور کرښې تر ارزونې لا ندې نیول شوي دي ، ــ ۱۵۲تم مخ له ۱۴مه کرښې وروسته څلورکرښې؛ غواړم یوځل بیا خپلو ګرانو او عزت منو هیواد والوته ډاډ څرګند ګړم چي دملي دفاع وزارت د ټولو منسوبانو او اړوندوارګانونو سره یو ځای د هر ډول هڅو او نه ستړی کیدونکي زیار او همکاري څخه پدي لره کي ځان نه سپموي . ختم که وروستۍ درې کرښې هم ورسره ولوستل شي هیڅ ډول څرګند مفهوم ترې د دري متن په پر تله نه اخیستل کېږي غواړم باید غواړو ، ډاډ څ� �ګند کړم باید ډاډ ورکړو ترجمه شي د ( او عزت منو ، زیار ، ځان ) کلمی یې له خپلې خېټې زیاتې کړي چې جملې یې بې خونده کړي دي د اصلی متن له مخی که داسې شي څنګه به وي ؟ غواړو یو ځل بيا خپلو ګرانو هېواد والو ته ډاډ ورکړو چې د ملی د فاع وزارت د ټولو منسوبینو او اړونده څانګو سره په ګډه ، هر اړخېزې هڅې او نه ستړکیدونکې م� �ستې به په دې لاره کې ونه سپمــوي . ( هـ ) دپښتو د « یاګانو » سهي نه کارول :په پښتو ژبه کې د( یې ) توری په څلور ډوله او پینځو شکلونو د کلمې د توپیر له پاره لیکل کېږي که په یوه کلمه کې پر ځای ونه کارول شي د غوښتنې وړ مانا نه شي رسولی او ځینې وخت ډیره بده مانا ورکوي . د بېلګی له پاره یوازې د دې اثر د څلرمې پشتۍ پر شعار د « یاګانو » د مانا وو په توپیر رڼا اچول کېږي : ملي اردو،۱۳۸۷ کال پر دښمن باندی د بر یالیتوب د زی� �ی،کال د دولتی واکمنۍ د ټینګښت او پراختیا او بیا رغونی د بهیر دلا چټکتیا کال بولی .ــ مــلی ( بده مانا لري البته په پښتو ژبه کې، صحیح یې ملي دی ) ــ باندی ( هېڅ مانا نه لري صحیح یې باندې دی )ــ زیری ( د ژوندي شي تګ یا زیره راوړونکي ته وايي صحیح یې زېري دی ) ــ دولتی ( د دولت کارمند ته په تصغیر غږ کولو ته وايې صحیح یې دولتي دی ) ــ رغونی ( جوړیدونکي ځای ته ویل کېږي صحیح یې رغونې ده ) � �ـ بولی ( قومانده ورکوونکي شخص ته ویل کېږي صحیح یې بولي دی ) هیله ده چې د اثر په دوهم چاپ کې دغه لیکنه د وړاندیز په حیث و منل شي نه د انتقاد په توګه . پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خواجه بهاالدين دكلابندو پښتنو نور حق هم خوړل كيږي.", "output": "د خواجه بهاالدين دكلابندو پښتنو نور حق هم خوړل كيږي. د تخار بېرته راستنو شوو مهاجرينو ته چې د كډوالو چارو وزارت لخوا كومې مرستې را� �ېږل شوې دي . سيمه يز چارواكي غواړي نيمه برخه يې په غاصبو وزبكو وويشي .دغه دوه موټره مرستې چې نن خواجه بهاالدين ولسوالۍ ته ورسېدې غنم ،وريجې ،غوړي او نور د ضرورت وړ مواد په كې شته دى .دا په داسې حال كې ده چې اوس هم دغه پښتانه په اسانۍ سره نشي كولى د محبس له حويلۍ د باندې ووځي او خپل د ضرورت وړ مواد ترلاسه كړي .دغه په سلګونو كلا بند پښتانه چې په نيمه خېټه ډوډۍ خوري وايي چې كه مرستې ورسره ونه شي د لا سختې ولږې سره به مخ شي د نوموړي خبر له خپرولو مې موخه داده كه چېرې كوم ورور د كډوالو د چارو وزارت له كوم لوړ پوړي چارواكي سره پېژني بايد ددغې خبرې غم وخوري ، ځكه دغو خلكو چې په پښتنو يې لارې ګودرې ، دوكانونه ، نانوايان او ... .بند كړي اوس پرې د دغو مظلومو كلابندو پښتنو حق خوړل كيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلمن مجلې پرله پسې شپږمه ګڼه چاپ شوه", "output": "دلمن مجلې پرله پسې شپږمه ګڼه چاپ شوهد (( لمن)) ادبي، كلتوري مهالنۍ مجلې پرله پسې شپږمه ګڼه په ښكلي ډيزاين، او رنګه پښتۍ له چاپ راووته . په دغه تازه ګڼه کې دلوستونکودعلاقې وړ بېلابېل ادبي اوکلتوري موضوعات خپاره شوي دي.په لمن كې د ښاغلو محمد عارف غروال،عبدا� �غفورلېوال،میرویس جلالزي ، نذیراحمدسهار ،حیات الله ګهیځ، او داسې نورو ليكنې راغلي دي.د(( لمن)) د امتياز څ ښتن او مسول مدير فضل غني حقمل او مرستيال يې محمد آصف شينوارى دى.لمن په ۱۲مخونوکې له کابل څخه خپرېږي او� �وستونکي کولای شي دغه مجله دانټرنټ له لارې هم وګوري .درانه ليکوال او لوستونکي کولاى شي چې په (( لمن)) کې د خپلو ليکنو او مطالبو د خپرېدو لپاره په لاندې پته اړیکې ټینګې کړي :برېښناليك: laman_kabul@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر کندهار شوی برید زمونږ پر اساسي قانون تیری دی", "output": "میرویس جلالزی د دوشنبې په ورځ د افغانستان له جنوبي ولایت کندهار څخه د داسي یوې زړه بګنونکي پيښې خبر را ورسید چې تر دیره بریده کم ساري وه. د پولیسو یو بلند مقامه جنرال ( مطیع الله قاطَع) د امنیت آمر ( همدرد) او د هغوي یو شمی� � ستاندویان ظاهرا په یوه تصادفي اتفاق کې د یوې ډلي قانون ماتونکو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو� �. برید کونکي څوک ول؟ برید کونکي د امریکې د سپیشل فورس ځواک یو شمیر سرتیري او د هغوي هغه بي بندباره قراردادي افغان ساتندویان ول چې په اصل کې یې له پیښې دمخه هم د قانون ماتولو تکل درلود. دا د کندهار د ولایتي چارواکو وینا ده چې دغو کسانو غوښتل له پوځي څارنوالۍ څخه یو متکرر مجرم را خلاص کړي کوم چې په خپله هم د ملاعمر په قلا کې د امریکايي سپیشل فورس ځواکونو د افغان بي بندبارو ملګرو د تبهکاري کړۍ یو غړی وو. ښایې د دغې پیښي په اړه د پلټنو دوسیه دا ځل هم زمونږ د ناتوانه او د چا په خبر په فساد ککړ حکومتي نظام د یو شمیر مامورینو له خوا د څو اونیو په تیریدو د خاورو د امبار لاندي شي، خو په دې حساسو شرایطو کې دا د ټولو افغانانو او په خاصه توګه د کورنیو چارو د وزیر حنیف اتمر دنده ده چې د دغې پیښې عاملین د قانون منګولو ته را کش کړي دا ځکه چې د یوه جنرال قصدي وژنه کومه معمولي خبره نه ده. جنرال خو یو قراردادي س� �تیری نه دی چې وینې یې ارزښت و نه لري. یو کس چې جنرالۍ ته رسیږي نو لږ تر لږه ۲۵ یا ۳۰ کاله باید په پوځ کې خدمت وکړي، زدکړې یې لوړي وي، کاري وړتیا یې وچته وي او پرې د ملت له وینو لګښت هم کیږي. د قندهار د پرون ورځي پیښې دا وښوده چې بهرنیان بیا هم زمونږ په کورنیو چارو کې بربنډه لاس وهنه کوي او نه یوازي دا چې په خپلو پخوانیو جرمونو اعتراف او پښیماني نه کوي، بلکه په نویو جنایتونو او افغان ضد اعما� �و لاس پوري کوي. که څه هم امریکایې سپیشل فورس ځواکونه وایې چې دوي جنرال مطیع الله قاطع نه دی ویشتی خو دا خبره روښانه ده چې د همدې ځواکونو افغان ساتندویان د خپلو امریکايي بادارانو له قوماندۍ او هدایت پرته ت� �ناب ته د تلو حق هم نه لري. اوس نو د کورنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړی جنرال د چا په امر وژل شوی دی؟؟دا هغه پوښتنه ده چې مونږ او تاسو پرې ښه پوهیږو لیکن د غلظ زعامت په ټاکلو سره مو د ځان هغه حق تر پوښو لاندي کړ چې خپلواکي وه. په تیرو اتو کلونو کې دا لومړی ځل نه دی چې بي بنده باره خارجیان دغسي عم� � تر سره کوي. له دې دمخه په ارزګان کې هم یو امنیه قوماندان په خپل کور کې د اسټرالیایې س� �تیرو له خو اووژل شو . له هغې پیښې دمخه په خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني کې پر حکومتي چوڼیو د به� �نیو سرتیرو له خوا ظاهراْ په دې پلمه چې خطایي بریدونه ول، بمونه وورول شول او زمونږ د پوځ یو شمیر صاحب م نصبان یې راته ووژل. ښایې د کندهار پيښه هم د دغۍ لړۍ وروستۍ هغه نه وي، نو اوس باید زمونږ دولت او په خاصه توګه ولسمشر حامد کرزی په دغه قضیه کې مداخله وکړي او ټول هغه جنایت کاره بهرني او کورني چریکان په عام محضر کې محاکمه کړي چې د جنرال قاطع او د هغه د نورو ملګرو په وژلو کې لاس لري. ښاغلی کرزی: د یو افغان په صفت تاسو ته زما مشوره دا ده : راځۍ ( له هغه پرته خو مو هم اړیکي له امریکې سره ترینګلي شوي دي او په دې هم ښه پوهیږي چې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره هم د خپلو ملګرو، حکومتي مامورینو او کمپاین چیانو په مټ ولسمشر کیږي) دغه بي خپل سري قاتلان او د افغانستان د اساسي قانون تر پښو لاندي کونکي د کندهار د ولس په ملتیا چې له تاسو سره به په دې برخه کې ودریږي د ملا عمر له کلا را وباسي او په عام محضر کې یې د شهیدانو په چوک کې په دار را وځړوي. دا به ستاسو یوه تاریخي کارنامه وي او که یې کمپاین بولۍ د کمپاین یوه برخه مو هم کیدای شي. ښایې تاسو په خپل دغه کار سره د افغانستان د دردیدلو خلکو په ټپي زړونو څه نا څه مرحم کیږدي، هغه زړونه چې اوس ستاسو له انځورونو سره د مخامخ کیدو په صورت کې خپل کنټرول له لاسه ورکوي او ستاسو رنګین او غوړین انځورونه څیرې. د کندهار برید په قانون برید دی په اوسني نظام برید دیمدېالبانو برید ديویسا سرمقالهاصلي قاتلان تر څنګګ د هغوی قوماندانا هم ونیول � �يکه د پیښي عاملینو د تسلیت پر ځای د دغو پیښو عاملین ونیول شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کراچۍ: د اردو ژبو ډلو تر مینځ جګړې ۳۵ مړي پر ځای پریښودل", "output": "ميرويس جلالزی د پاکستان کراچي په ښار کې په یوه اونۍ کې د تاوتریخوالي په جلا جلا پیښو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.رپوټونه وایې چې وژل شوي زیاتره کسان د سیاسي ګوندونو غړي دي.د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د کراچۍ په مقاماتو غږ کړی چې د دې وژنو مخه ونیسيد کراچۍ پولیس وایې چې دغه جګړې د دوو اردو ژبو ډلو تر مینځ رواني دي چې پرون هم د دغو ډلو پلویان له یو بل سره ونښتل.دغه دوه ډلي متحده قومي غورځنګ او بله د مهاجرو قومي غورځنګ نومیږي چې مشران یې له هیواد څخه بهر ژوند کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل او هرات کې د اسرایلو او امریکې پر ضد لاریون وشو", "output": "نن د جمعې په ورځ د کابل او ه� �ات په ښارونو کې د اسرایلو د ورستیو اعمالو پر ضد لاریونونه وشول. د کابل ښار په پروان کارته کې نږدې دوه زره کسان را ټول شول او په داسي حال کې چې خورا په قهر ښکاریدل د مړ د وي اسرایل چیغي یې وهلي. زیاتو لاریون کونکو خپل سرونه په شنو ټوټو چې پرې د خدای نومونه لیکل شوي ول تړلي ول. هغوي ګواښ کاوه چې که چیرته اسرایل په غزې خپل بریدونه و نه دروي دوي به د فلسطنیانو سره د مرستې هره ممکنه لاره ولټوي او په ورته وخت کې به خپل لا� �یونونه هم جاري وساتي. د هرات په لاریون کې بیا ګڼو شمیرو تنکیو ځوانانو ویل چې دوي چمتو دي تر څو د فلسطنیانو د ملاتړ لپاره غزې ته لاړ شي او هلته د اسرایلو پر ضد وسله پورته کړي.اسرایلو خپل بریدونه لا هم جاري ساتلي او د فلسطیني تلفاتو شمیره هم مخ پر لوړیدو ده. په کابل کې د لاریون پر مهال د امریکې پر ضد هم شعاورنه را پورته شول او یو شمیر مظاهره چیانو د امریکې بیرغونو ته هم اور ورته کړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فرانسې یو سرتیری ووژل شو", "output": "میرویس جلالزی د فرانسې یو سرتیری د کابل ښار په جنوب کې په خپله وسله وژل شوی دی.تر اوسه په افغانستان کې ۲۸ فرانسوی سرتیري وژل شوي او فرانسه شاوخوا ۲۸۰۰ سرتیري په افغانستان کې لري.د فرانسې د دفاع وزارت وویل چې دغه سرتیری یې په افغانستان کې د افغان ځواکونو په روزلو بوخت وو.تر اوسه نه ده څرګنده چې دغه سرتیري په خپله ځان وژلی او که د کوم بل کس له خوا له مینځه وړل شوی دی.دفاع وزارت وویل چې په دې اړه یې پلټني پیل کړي دي او پایلې به یې وروسته � �وښانه شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمبايل له لاري بانکي خدمتونه(رپوټ)", "output": "دمبايل له لاری بانکی خدمتونه (ام- پيسه ) ليکوال: محمداسلام ياري دمبايل له لاري بانکي خدمتونه(رپوټ)داهغه نوی تکنالوژی ده چی دمبايل په وسيله هر څوک کولی شی چې خپلی پيسې په خوندی، چټکه ، اقتصادی او اسانه توګه د يوځای نه بل ځای ته اويا خپل کورنی ته ولیږې ، خپلو کارکووونکوته د معاشونه په ورکولو ، خپل حساب کښی کريدت ډيرولو او کوچنیو سوداګرانوته د پورونو په اداء کولو کې پرته له دې چې خپل وخت ضايع کړی ډيرو ګټه واخلی او خپلې پيسی د سفر پرمهال په خپل ګرځنده ټيلفونوکی خوندی وساتی . او په هغه هيوادنو کښی چی د برښنا، ګاز او اوبو سيستمونه کمپيوتری دی کولی شی چی بی لدی چی خپل وخت دبانکونه ترشا په اوږدو قطارونه کی ضايع کړی دخپل د ګرځنده ټیلفون څخه ددی نوښت پوسيله بلونه په مستقيمه توګه بانک ته تحويل کړی . او (ام-پيسه ) په نړيواله کچه د مبايل لاری دبرياليو بانکی خدمتونه دجملی څخه دی چی هيڅ ډول بانکی جوړښت ته اړتيانه لری .که چيری پيرودونکوته د لنډ ليکلی پيغام له لاری د پيسو ليږدول ستونزمن ښکاري نودهغه پیرودونکو لپاره چې د سواد کچه یې کمه ده غږيږ سيستم په پام کې نیول شویدې . دا نوښت دلومړی ځل لپاره د کينياپه هيواد کی مینځ ته راغلی چی نن سبا د شپږو ميليونو ځخه زيات پيرودونکی اويا هم ګته اخيستونکی لری چی دا خدمتونه په ډیر چټکی اوموثريت سره مخ په خپريدو دی . اوافغانستان دوهم هيواد دی چی ددی نوی تکنالوژی نه د روشن د کمپنی سره چې د مخابراتو په ډکر کې تر ټولو مخکښه مخابراتې کمپنۍ ده ګټه اخیستلې شی ځکه چی زمونږ په هيواد کښی ۹۷ په س� �وکی وګړو ته دمبايل له لاری بانکی خدمتونه چمتو کوی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بلخ کې دسړک جوړولوپه موسسه بريد شوي دي", "output": "بلخ کې امنيتى چاراکو منلې چې تيره شپه ناوخته د دغه ولايت د چاربولک له سيمې څخه د ناپيږانددو کسانو له خوا د مزار -فارياب د سړک جوړولو په موسسه توغندۍ ويشتل شوي چې له امله يې ددوى په وينا يوازې د قير اچولو ماشين ويجاړ شوي دي. په دغه بريد کې چاته مرګ او ژوبله نه ده اوښتې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کې دبنديانو حالت داندېښنې وړ بلل شوى", "output": "دافغانستان دزندانونو ريئس عبدالسلام بخشي په افغانستان کې د بنديانو حالت زړه بوږنوونکى وباله ... دافغانستان دزندانونو ريئس عبدالسلام بخشي په افغانستان کې د بنديانو حالت زړه بوږنوونکى وباله ده د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دبنديانو لپاره دولت کوم قانون جوړ کړى هغه په عمل کې نه پلى کېږي ،دبخشي په وينا په قانون کې راغلي چې هر بندي د د هېواد د يو عادي وګړي په څېر له ټولو روا حقونو او ټولنيزو امتيازاتو څخه برخمن وي .خو په تاسف سره بايد ووايو چې په افغانستان کې د بنديانو حالت داندېښنې وړ او له دغه ټولو روا حقونو څخه بنديان بې برخې دي . په افغانستان کې دزندانيانو پر ستونزو په داسې حال کې خبرې کېږي چې څو ځله د افغان بنديانو پر ژوند دافغانستان دبشر حقونو دخپلواک کمېسيون له خوا هم اندېښنې ښودل شوې دي .چې تر دې دمه کوم دپام وړ بدلون په دې برخه کې نه دى ترسترګو شوى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سور صلیب: په هوايي برید کې په لسګونو افغانان وژل شوي", "output": "میرویس جلالزی د سره ص� �یب نړیوالي کمیټي نن د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې په لسګونو ولسي افغانان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي وژل شوي دي. د فراه والي روح الامین رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ښایې په دغه برید کې تر سلو ډیر ولسي افغانان وژل شوي وي خو د فراه د پو� �یسو مشر عبدالغفار وطندار بیا وایې چې ښایې د مړو شمیره تر دې هم لوړه وي. دا برید په داسي حال کې د امریکايي ځواکونو له خوا تر سره شوی چې ولسمشر کرزی هم په همدغه شپه له کابل څخه د واشنګټن په لور وخوځید. د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ولسي افغانانو وژل کیدل هغه مسله ده چې دری میاشتي دمخه یې د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکي دومره خرابي کړي چې باور یې هم نه کیده. کارپوهان په دې اند دې چې دغه بمباري به د ولسمشر اوبهاما او حامد کرزي ناسته تر اغیزي لاندی راولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "۱۵۰۰ کسانو د ټاکنو د پایلو د ژر ترژره اعلانیدو غوښتنه وکړه", "output": "دمیدان وردګ ولایت میشتو ولسونو دجمهوري ریاست دترسره شوو ټاکنو دژر ترژره دوروستوپایلوداعلان غوښته وکړه د تلې په ۷ مه دمیدان وردګ ولایت میشتو ولسونو،مدني ټولنو،علماء اودولسونو استازو د جمهوری ریاست د۱۳۸۸ کال دترسره شوو ټاکنو د وروستنیوپایلو ژر ترژره داعلان غوښته وکړه او ګواښ یې وکړو که ټاکنې دویمې مرحلې ته وغورځول شي میشت ولسونه به پکې ګډون ونکړي.په همدغه مناسبت په جوړ شوې غونډې کې دولایت اړونده ولسوالیوڅخه شااوخوا(۱۵۰۰) تنوقومي مشرانو،علمار،جهادي قوماندانانو،مدني ټولنواستازواو ځوانانو برخه واخیسته، غونډې دولایت شورا ریس محمد حضرت جانان،قوميمشرانوهریوجنرال قبادي،حاجی محمد نعیم اودعلماء شورا ریس صدیقی ویناوې وکړي ټولو په یوه خوله ترسره شوې ټاکنې په دې ولایت کې شفافې وګڼلي اودوروستیوپایلوداعلان غوښتنه یې وکړه،همدانګه ګډونوالو ګواښ وکړوکه چیرته ټاکنې قصداٌ دویم پړاوو ته وغورځول شي دابه ملي وحدت پرضد یوقدم وي اوپه دې صورت کې به دمیدان وردګ ولایت ټول ولسونه به پکې برخه وانخلي،ځکه شوې ټاکنې ولسونو په ډیروقربانیوسره ترسره کړې دي،په اخرکې دګډونوالو لخوایو( ۸ ) مادیز پریکړه لیک ولوستل شوه چې پکې دویم ځل ټاکنوکې نه ګډون،دورستنیوپایلوژر تر ژره اعلانول او داډول نور موضوعات دپریکړه لیک منځپانګه تشکیلوله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د علامه استاد رشاد دکندهار پر يادښتونويو يادښت", "output": "دښکلا مجلې څخه دارواښادعلامه رشادبابا ( رح ) د دوهم تلين په ياد ! له ارواښاد استاد علامه اکاډيميسين عبد الشکور رشاد څخه راپاتې آثار نه يوازې دا چې د هغه نوميالي افغان ليکوال او څ ېړونکي راپاتې ارزښتناک علمي ميراث دی ، په ملي کچه هغه افغاني علمي ، کلتوري او ادبي پانګه ده چې اوس د وطن د راپاتې علمي ميراثونو په لړ کې پوره پاملرنه ورته په کار ده .له بده مرغه د ارواښاد استاد په ژوند کې د هغه م هم آثار چاپ او خپاره نه شول ، خو له نېکه مرغه د علامه استادد علمي کورنۍ او د پوهو اولادونو له برکته دغه � �ثار خوندي دي او د هغوی او د يو شمېر شاګردانو او مخلصانو په هڅو يې د خپراوي کار پيل شوی دی .د ارواښاد استاد له مړينې سره سم يو ګڼ شمېر ادبي او کلتوري شخصيتونو او ټولنو د استاد پر مړينه د وير او ماتم د څرګندولو په څنګ کې ، د دغه ستر علمي ميراث په اړه ، د اندېښنو يادونې وکړې او وېره يې ښکاره کړه چې هسې نه د استاد دغه � �اپاتې علمي ميراث ته څه پېښ نه شي ، ځکه چې د داسې پانګو د چور او تالان ، سوزېدلو او ورکېدلو تاريخي تجربې ډېرې ترخې وې او بېلګې يې هم زياتې .همدغو تجربو ته په کتلو ، ما هم د استاد له وفات سره سم ، د هغوی د ارزښتناکو آثا� �و د تنظيم ، ترتيب او چاپ ته د برابرولو او خپرولو لپاره د يو علمي کميسيون د جوړېدو وړانديز وکړ . ما په هغه وخت کې په موقته او سملاسي توګه د دغو پوهانو د نومونو وړانديز کړی و : هر يو ښاغلی : عبدالله بختانی خدم تګار ، حبيب الله رفيع ، زلمی هېوادمل ، محمد معصوم هوتک او طارق رشاد .هغه وخت ما يادونه کړې وه چې پر دغو کسانو نور نومونه هم زياتېدای شي . اوس لږ تر لږه دوه نور نومونه هم زما له خوا پرې زيات شوي چې ښاغلي : محمد آصف صميم او صديق الله بدر دي .د نورو ليکوالو او څېړونکو نومونه هم پرې زياتېدای شي.سره له دې چې د دغسې يو کم يسيون جوړېدو ته په خپل وخت کې پاملرنه ونه شوه ، خو له نېکه مرغه د هغه د راپاتې علمي ميراث لپاره دغه دوه مهم کارونه تر سره شول :١ ـ د استاد عالمو اولادونو ، دغه ميراث ته ، د وطن د علمي ميراث په توګه پوره توجه وکړه . د استاد د آثارو د تکثير لپاره يې خپله پانګه ولګوله ، زياتره آثار او کتابونه يې په څو نقلونو کې کاپي کړل او په بېلابېلو ځايونو کې يې د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه . دا کار په لومړي ګام کې د دې لپاره هم خورا مهم دی چې د دغو � �اپاتې آثارو د ورکېدو مخه ونيوله شي . ٢ ـ د استاد يو شمېر مخلصو شاګردانو د هغه د ځينو آثارو د ترتيب ، تنظيم او چاپ ته په برابرولو کې لازمې هلې ځلې پيل کړلې . په دې لړ کې د استاد (( د کندهار ياداښتونه )) په نوم کتاب د يادونې وړ دی . دغه اثر د استاد د ناچاپو کتابونو په فهرست کې (( د کندهار تاريخ )) او هم (( د کندهار ياداښتونه )) په نومونو ياد شوی دی .دغه مهم اثر د استاد د يو نوميالي شاګرد او وتلي افغان څېړونکي ښاغلي محم د معصوم هوتک په سريزه ، ترتيب او سمون ، په دوه ټوکه کې دا دی چاپ ته چمتو شو .په نظر کې وه چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، دغه مهم دوه ټوکيز اثر د افغان ـــ هوتکي پاڅون د درې سومې کاليزې د جشن په وياړ چاپ کړي ، خو د کتاب د کاپي کولو ، ترتيب او تنظيم او چاپ ته د برابرولو د بهير اوږدېدو او د اثر د حجم زياتېدو ، پر خپل وخت د دې کتاب چاپ ممکن نه کړ ، او دا دی اوس يې چاپ ته مټې رانغاړو .لازمه ده دلته لومړی د کندهار ياداښتونه پر کتاب او بيا يې د ترتيب او سمون پر کار څو يادونې وکړو :د علامه استاد عبدالشکور رشاد (( د کندهار ياداښتونه )) خپله ارواښاد استاد هم په دوه ټوکه کې تهيه کړی و او د يادښتونو بڼه يې لرله . د دې اثر � �ومړی ټوک ٢١٨ مخه او دويم ټوک يې ٢٤٥ مخه دی چې له سريزو سره دا دی اوس څه کم پنځه سوه مخه کېږي .د دغه کتاب دواړه ټوکه د استاد د ناچاپو آثارو په فهرستونو کې د (( ١٤٠٠ )) مخونو په شاوخوا کې ياد شوي دي . دا خبره سمه ده ، خو کله چې دغه اثر ښاغلي هوتک چاپ ته چمتو کاوه او وروسته پې کمپوز کړی ، نو هم ځينې مکرر يادښتونه ترې حذف شوي دي او هم د استاد د لاس ښکلی ليک په کمپيوټري کمپوز کې راکوچنی شوی دی .دغه اثر د کندهار د جغرافيې ، تاريخ ، کلتور ، ادب ، نومياليواو نورو بېلابېلو مسايلو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کوي . د لومړي ټوک د ځينو سر� �يکونو نومونه يې دا دي :کندهارونه ، د کندهار د نامه تاريخي تسلسل ، د ساکانو پاچاهي په کندهار کې ، ګندوفا� � ـــ د اراکوزيا پاچا ، د کندهار غرونه ، د کندهار رودونه ، کندهار تر اسلام د مخه ، تر سکندر مقدوني وروسته کندهار ، د کندهار زوړ ښار ، د کندهار ډبرينې کتيبې ، په کندهار کې له عربو سره د ٧٠ هـ. ق. جنګ ، نادرآباد ، اح مدشاهي ښار ، د اشوکا کتيبه په کندهار کې ، بابا حسن ابدال ، ميوند ، بست ، هلمند ، د کندهار ښار کاروانس� �ايونه ، د کندهار بنديخانې ، ګندهارا او زيات شمېر نور سرليکونه .د دويم ټوک ځينې سرليکونه يې بيا دا دي :ګوډتېمور په کندهار کې ، د مغولو په وخت کې د کندهار تجارتي اهميت ، تيموريان، ارغونيان ، کندهار د کو� �ګانيانو او صفويانو تر منځ ، هوتکيان، ګرګين خان ، د ميرويس خان په باب ، د هرات ابداليان ، سدوزيان ، محم دزيان ، د کندهار لويه وبا ، د کندهار حاکمان ، د کندهار د زون آمران ، د کندهار د بلديې رئيسان ( ښاروالان) د کندهار مستوفيان ، د کندهار د مرافعې قاضيان ، پښتو ادبي انجمن ، طلوع افغان ، ورور ږغ مجله ، کندهار مجله ، پښتو په طلوع افغان کې ، لومړی پښتو فرمان ، د کندهار تلګراف خانه ، د مخلوڅۍ بلوا ، د کندهار باغونه ، د کرز فاجعه ( په ١٣٥٧ هـ. ش. کال کې ) ، طلوع سرخ ، کندهار پوهنتون ، او ځينې نور سرليکونه او موضوعګانې .د استاد دغ� �ــــــــــه اثر د کندهار په باب لومړي لاس مواد او هراړخيز معلومات وړانــــدې کوي .ښاغلي ليـــــکوال او څـــــــېړونکي او د ارواښاد استاد مــــــخلص شاګــــــرد محـــــمد معصوم هوتک د دغه کتاب په ترتـــ� �ــــيب او تنــــــظيم کې د يادونــــــې او ستاينې وړ هـــــلې ځــــــلې کــــړې دي . د کتـــــاب د مـــــ� �نابعو او سرچيـــــنو لــــــــټون يـــې تر خپــــــله وسه کړی او د اخځونو په ښودنه کې يې هڅه کړې چې د يادښتونو اصلي منابع پسې وپلټي ، چې دا د ترتيب او سمون په کار کې تر ټولو ستونزمن کار دی . هغه هڅه کړې چې د استاد هغه يادښتونه هم تر ممکنه ځايه بشپړ کړي چې په دغو نسخو کې له ارواښاد استاده نيمګړي پاتې شوي وو . ښاغ� �ي هوتک تر ټـــــــولو ســــتونــــــزمن کار دا کــــــړی دی ، چې دغـــــه پــــــنډ کتـــــاب يــــــې له ناوزګــــــارتياوو سره سره په لنډه موده کې خپله کمپوز او چاپ ته چمتو کړی او په دې توګه يې موږ له ډېرو کړاوونو بچ کړي يواو تيار خواړه يې مخې ته راته ايښي دي . دا يې له استاد سره ، له افغانستان سره او له خپلې خوږې پښتو سره د مينې او اخلاص يو بل ثبوت دي . ارواښاد استاد ته د فردوس جنت دعاګانې او ښاغلي هوتک ته د اوږد او همداسې له ثمره ډک ژوند هيلې او نيکې پېرزوينې .په مينهزريــن انځـــورجرمني ، د کولن ښار٢٠٠٥ ، د � �يسمبر اوله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روهي ادبي بهير ۳۱مه غونډه جوړه شوه", "output": "راپور: مختاراحمد انتقام د روهي ادبي بهير ۳۱مه غونډه د روان كال د لړم پر ۱۱مه د ماځيګر پر۴:۲۰ بجو د ښاغلي عبدالله ستوري لخوا د قرانكريم په تلاوت سره پيل سوه. دا تر كوچني اختر وروسته د روهي ادبي بهير لومړنۍ غونډه وه چي پ� �انيستونكي خبري يې د ښاغلي واصل حسنيار پر غاړه وې. نوموړي د اختر د خوښيو كيسې ونكړې بلكي د دې سيمي د وګړو د اختر د ورځو له غميز و څخه وږغېد، له اختره يې ناخوښي وښوول او ويې ويل چي اختر خو داسي نه وي لكه زموږ چي د خوښيو پر ځاى يې له ځان سره غمونه او دردونه يې راوړي وه. ده په بهير كي د ځينو كسانو حركتونو ته په اشارې سره وويل چي موږ بايد له حسد او كينې څخه كار وانخلو، همدا� �ول يې څرګنده كړه چي كه يو ملګرى كمزورى شعر وايي نو پر خندل كېږي، خو ځني كسان چي بيا ښه شعر وايي نو هغوى بيا د خپل حسد پر اساس نه خوښوي او څه پسي وايي، د خبري د روښانه كولو په خاطر يې يو حديث وړاندي كړ چي په كي ويل سوي دي چي ((كه په هر كور كي كه سپى او تصوير وي نو ملكه نه ورځي)) ښاغلي حسنيار وويل چي د حديث په تفسير كي زړه له كور، سپى له حسد او تصوير له دنيا او دولت سره تشبه سوى. نو كه په كوم زړه كي حسد وي نو په هغه زړه كي خو مينه او مهرباني نسته، هيله يې وښوول چي داسي بايد ونه سي، پر ځاى يې بايدګمزوري ملګري وهڅول سي، خو پر دې يې ډېره خوښي وښوول چي بهير ته نوي ملګري راغلي دي. و� �پسې مختاراحمد انتقام د تېري اونۍ راپور وړاندي كړ، چي د كره كتني لپاره هم څو ټكي په كي پاته وه. ښاغلي عبدالاحمد محمديار راپور وستايه او هغه يې له ستونزو خلاص وباله خو په راپور كي يې د دې خبري لامل و غوښت چي ولي غونډي مېلمه نلري او ولي يې مشر ارزيابي ونكړه. ښاغلي جان محمدصالح ته دا جمله بدخونده ښكارېدله چي په راپور كي راغلي وه غونډه د پلانكي په ق� �ائت ويلو سره پيل سوه خو نوموړي يې سمه بڼه داسي وښوول چي غونډه د چا له خوا په قرائت ويلو پيل سوه. تر هغه وروسته مشاعره وسوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورو� �: قدرت الله ليوال، توريالي څرګند، سيدحبيب الله روحاني، سيدالرحمان خپ� �واك، محمد اسماعيل، خيرالدين صنميار،واصل حسنيار،عبدالاحمدمحمديار، حكمت الله سروش، احمدالله عباد، عبدالله شاه محتابي، حافظ نثاراحمد، علي احمدسمسور، قيام الدين قيادت، عبيدالله تسل، استاد مهدي خلي� �،عبدالقيوم مينوال،احسان الله جرس،حيات الله څرك،بشيراحمد قادري، ګران اغا الفتيار، حبيب الله قلم مل، سيد نور ساحل،علي محمد جلال، خالد نړيوال،علي محمدحقمل او محمد شريف ناكرار. مشاعره لا پاى ته نه وه رسېدلې چي ښاغلى محمديار بېله بلني د مايك تر شا راڅرګند سولومړى يې د كندهار ولايت څخه ولسي جرګې ته د كندهار د استازي اغلي شكيبا د راتګ خبر وركړ، همدا ډول يې له هغو كانديدانو سر وټكاوه چي دوى د دې سيمي په استازيتوب په ولسي جرګه كي ناست دي او د دې سيمي د وګړوپه حال ځان نه خبروي، ده وويل چي كه چيري دوى په رښتيا سره زموږ په غم كي واى نو د اختر په ورځو به زموږ په لسګونو كسان نه وژل كېدلاى او په اختر كي به د غم پر ټغر نه واى ناست، اغلې شكېبا يې ډېره وستايل چي د ولس لپاره يې كار كړى او كوي يې ښه مثال يې د ښاغلي سيداحمد قانع له بنده د راخلاصولو پر مهال همكاري وبلل. او دا يې د كندهار په استازو كي يوه وتلې استثنا وبلل. وروسته آغلي شكېبا ته نوبت ورسېد، هغې لومړى بهير ته پر راتګ خپله خوښي وښوول چي له فرهنګيانو سره ويني، خو دا د هغه پلاوي يو غړې وه چي د وروستيو ناورينونو په خاطر كندهار ولايت ته د ولسي جرګې له خوا را لېږل سوى و، دې له خپلو هغو ملګرو شكايت وكړ چي له دې سره په سفر كي ملګري وه، دې وويل چي ما خپلو ملګرو ته چي د دې سيمي استازي هم دي وويل چي راسئ له عامو وګړو او فرهنګيانو سره وينو، خو دوى وويل چي موږ خسته يو، ددې په نظر چي دوى د انارو ميلې ته راغلي دي نه د خلګو غم ته، همدا ډول دې څرګنده كړ چي موږ كله خارجي هيوادو ته په سفر ځو نو هلته همدغه استازي په هره ميلمستيا او غون� �ه كي برخه اخلي، خو زه افسوس كوم چي دوى په خپل كور كي داسي كوي او له كوره نه راوزي. دې وويل چي ما دوى ته دا هم وويل چي راسى له عامو وګړو سره ووينو ځكه چي عام ولس موږ ته رښتيا وايي، خو د كندهار چارواكي رښتيا نه وايي، دې د كندهار له چارواكو سر وټكاوه او په اخير كي يې وويل چي جميل كرزري څو ورځي مخكي وويل چي د كندهار والي دي بدل سي چي د كندهار حالت سم سي، ما وويل چي لومړى كس دى چي داسي خبر يې وكړه او په خوښه هم سوم، خو وروسته بيرته له خپلي خبري تير سو او بخښنه يې وغوښته، په دې يې خواشيني وښوول چي جميل ك� �زي ولي خپله خبر واخيسته زياته يې كړه چي نوموړي په خپله خبره باور نلرى نو ولي يې يو ځل داسي ويل دې زياته كړه چي د پلاوي په راتلو سره د كندهار والي هم كندهار خوشي كړى او خارج ته تللى. په روهي ادبي بهير كي د راټولو سو فرهنګيانو او ولس څخه يې غوښتنه وكړه چي همكاري ورسره وكړي كنه له ناكامۍ سره به مخ سي ځكه چي په ولسي جرګي كي يوازي ده او څوك يې ملګرى نه كوي. تر دې وروسته ښاغلي استاد مهدي خليق ته ور وركړل سو، ده له اغلي شكيبا مننه وكړه چي بهير ته راغلې ده اوله دې يې زياته خوښي په دې وښوول چي د بهيروالو سره په دې سپېرو خاورو كي ويني،همدا ډول يې وويل چي زه ددې خور له نظر څخه پوسوم چي هغه نور استازي رښتيا هم د انارو ميلې ته راغلي نه زموږ درملني ته په پاى كي يې د بهير د ملګرو په استازيتوب دې ته هر كلى ووايه او له دې يې غوښتنه وكړه چي هغه كسان چي زموږ درد ته دوا كېږي هغوى هم زموږ په درد خبر كړي. ښاغلي عبدالخليل ښاد د ښاغلي محمديار د خبري په تايداغ� �ې شكيبا ډېره وستايل د هغې له كارو يې يادونه وكړه. ورپسې ښاغلي احمدفرزان د خبرو نوبت خپل كړ، ده هم په ولسي جرګه كي د كندهار استازي ددې سيمي په ناخوالو ناخبر وبلل، د كندهار له والي اسدال� �ه خالد او نورو چارواكو يې سخت سر وټكاوه اود هغوى دليري كولو غوښتنه يې هم وكړه، ددې سيمي د امنيت خرابي، د بيا جوړوني د كارو درېدل يې ددې والي له لاسه وبلل، ده د ناټو د ځواكو پرهغو دليلو هم ډېره حيرانتيا وښوول چي دوى د بمباريو وروسته لرل، ده يادونه وكړه چي دوى ويل چي زموږ كسانودې كورو ته په دوربين كي وكتل په دې كورو كي ښځي او ماشومان نه تر سترګو كېدل او دا د طالبانو ځالي وې نو موږ بمبار كړل،بل دليل يې دا وښود چي ولي موږ ته خ� �كو خبر رانكړه چي موږ په دې كورو كي ژوند كو نو موږ به، بمبار نه پركولاى ده زياته كړه چي د ناټو ځواكونو خو ويل چي زموږ څخه پر مځكه هيڅ هم نه وركېږي موږ هر څه وينو، نو دوى ولي د اختر په ورځ زموږ په لسګونو كسان چي ښځي او ماشومان هم ور په كي وه ووژل؟. تر ده وروسته ښاغلي محمديار د بهير د م� �ګرو په استازيتوب وويل چي موږ كوم سياسي اړخ نه غواړو او نه يې لرو، هيله يې وكړه چي بايد چاته داسي فكر پيدا نه سي، چي بهير سياسي اړخ لري په اخير كي يې وويل چي فرهنګي سياست او ملي سياست به لرو ځكه چاره نه ورڅخه لرو خو هر څه چي وايو بايد دليل اومنطق ولرو، ددې سيمي د وګړو پټه خوله يې د دوى ناتواني وبلل. وروستى كس ښاغلى فيض محمد كارګر و، ده له عامو وګړو او فرهنګيانو ملاتړ وكړ او له ځان سره يې دا پوښتنه لرل چي څو كاله مخكي خو همدې خارجي قواو ويل چي طالبان نور ختم سول او هغه په افغانستان كي نسته، خو اوس له كوم لوري راغله، د كومه سول؟ ځواب يې له فرهنګيانو، ولسمشر حامدكرزي، كندهار والي او د ناټو له ځواكو وغوښت. ده وويل چي ولي پر عامو خلكو بمونه غورځول كېږي؟ د كندهار د خلكو ژوند يې ژوند ونه باله، په اخير كي يې هيله وښوول چي پټه خوله مه پاتېږى خپل ږغ پورته كړى، موږ له تاسو سره يو، كه يې تاسو وژلاست نو ما دي په سر كي ووژني. د غونډي مشر ښاغلى عبدالله ستورى، ميلمه يې ښاغلى علي محمدجلال و، د وخت د كموالي له خاطر د غونډي مشر غونډه ارزيابي نسواى كړى. د غونډي په اخير كي و پتېيل سول چي په راروانه اونۍ كي به ښاغلى احسان الله جرس د ښاغلي حكمت الله سروش پر شعر كره كتنه كوي، د غونډي وياند ښاغلى عبدالواسيع هڅيال و، غونډه د ماښام پر ۶:۴۵ پاى ته و� �سېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ميدان وردګوکې ٩ طالبان او ٢ پوليس ټپيان شويدي", "output": "د ميدان وردګو ولايت په زړه پلازمينه کوټه عشرو کې تيره شپه د دولتى پوليسو اوطالب جنګياليو ترمنيځ جګړه شوې ده، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې .د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتى څانګې د دولتى پوليسو د ځوابيه بريد په ترځ کې د ٩ تنو طالب جنګيالو د ټپى کيدو پخلۍ کوي او وايى ٢ تنه پوليس هم ټپيان شوي دي .چارواکو منلې چې ٩ تنه ټپى شوي طالبان يې ژوندى نيولى چې د ٥ تنو ټپونه ددوى په وينا ژور دي . له سيمې څخه بينوا ته په رسيدلى رپوټ کې راغلى په دغه بريد چې تيره نيمه � �په د طالبانو له لوري تر سره شوي ،يوطالب مړ او دولتى پوليسو ته هم مرګ او ژوبله رسيدلې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بلخ پوهنتون استادانو له اشرف غني احمدزي ملاتړ وكړ", "output": "په مزار ښار كې د بلخ پوهنتون او د ځينو كورسونو استادانو، نن د زمري په ۱۲مه، له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ وښود. د بلخ پوهنتون استاد،نجم الدين خان، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د كمپاين مسوول ذبيح الله احساس سره د ناستې پر مهال، وويل، چې ټول شاګردان او ملګري به يې اشرف غني ته رايه وركړي. ده زياته كړه، چې د اشرف غني په هكله تر ټولو ښه خبره، د افغانستان لپاره دده پلان دى. دده په وينا، اشرف غني د افغانستان � �پاره يو هر اړخيز پلان لري. همدا راز د مزار ښار د ((انديشه)) فرهنګي او تعليمي ټولنې مشر استاد م حمد حسن، په يوې جلا غونډه كې وويل، چې دده دټولنې غړي او دكورس زده كونكي به يې، په يوې ځانګړې غونډه كې، له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړي. نوموړي په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر � �ييس ذبيح الله احساس سره په ناسته كې وويل، چې ددوى د ټولنې او كورس غړيو شمېر، شاوخوا ۸۰۰ تنو ته رسيږي دده په وينا، ټول فرهنګيان او استادان به اشرف غني احمدزي ته رايه وركړي. احساس د مننې تر څنګ زياته كړه، چې اشرف غني احمدزى نه يوازې د مزار ښار فرهنګيانو خوښ دى، بلكې د ټول هېواد فرهنګيانو او هېوادوالو � �پاره وړ شخصيت دى. د يادولو وړ ده، چې تېره ورځ د بلخ د ځينو ولسواليو مشرانو هم له اشرف غني احمدزي څ خه خپل ملاتړ اعلان كړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو په یوي افغانۍ ښځې برید وکړ", "output": "میرویس جلالزی رپوټونه وایې چې په وسله سم بالو طالبانو د ارزگان په ولایت کې په یوې افغانې ښځې وروسته تر هغه د سپکو وسلو ډزي وکړې چې هغې د طا� �بانو غوښتنه ونه منله .په دې برید کې نوموړې ښځه کلکه ژوبله شوي ده . د هغې خاوند چې خپل نوم پټ ساتي وایې : طالبان زمونږ کور ته را ننوتل او په کور کې یې له یوازني کس یعنی زما له ميرمني نه د مرستي غوښتنه وکړه او دا چې هغې د طالبانو غوښتنه و نه منله نو پري یې ډزی پیل کړي . د ایتلافی سرتیرو یو ویاند بیا وویل چی دا ښځه د سیمي دسپینږیرو په مرسته د ایتلافی سرتیرو یو روغتون ته لیږدول شوي او هلته یې علاج دوام لري .ایتلافی قواوو � �ه پخوا ویلي ووچې طالبان له ملکی افغانانو د سپر په توگه کار اخلي او په ځینو مواردو کې هغوي د ډال په توگه د جگړې په لومړۍ کرښو کې کاروي خو طالبان دا خبري بی اساسه بولي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پارلمان", "output": "برېتوپه پارلمان کې ږيره ور په پارلمان کې اخوان هم ورسره دی پرولترپه پارلمان کې(۱) پياده به اوس غربي ديموکراسي شي په وطن کې پرتوګ به هم بدل شي په نيکرپه پارلمان کې م� �اجانه پرهمدې دنيادحورو مزې واخله له ښځوسره ګډ کوه غومبر په پارلمان کې صحنه دباغ وحش ده خلکوراشئ تماشې ته ماوليدو زمونږ دکلي خر په پارلمان کې ټوپک خويې سمبول دی اما توپ هم ورسره دی راکټ په پارلمان کې دی سکر په پارلمان کې ترږيره دسياف لاندې به ناڅي سرې او سپينې فهيم به هم وهي جان واکرپه پارلمان کې ستم دی که پرچم دی که شوله ده که پياوه ده راټول دي داساسچ اوهمبرګر په پارلمان کې درې ښځې به څلورکړي که تعداد يې پوره نه وي پيسې به لاپيدا کړي قاچاقبرپه پارلمان کې دننګ اودپښتوګټنه څه له ترې نه غواړې معاشونه جاسوسان خوري په ډالرپه پارلمان کې قانون به قانوني په بډه ووهي په ډاګه محقق به هم مېخ کوب کاندي پرسر په پارلمان کې زرداد او مسعودنشته نورخو ټول سره راټول دي لوپردپاټکونولنډه غر په پارلمان کې دافصل چې کر� �ی امريکادی ښادبه نه شي راشنه دي دغنم پرځای جودر په پارلمان کې (1) دپرولتا ريا دديکتاتورۍ افراطي داعيان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د كابل چاپ نننيو ورځپاڼو ته كتنه", "output": "نېټه: 23-09-2008۱ویسا غیردولتي ورځپاڼې د خپل لومړي يو لوى سرليك له لوفيګارو ورځپاڼې سره، د ملي امنيت په چارو كې د افغان ولسمشر د سلاكار زلمي رسول م� �كه رااخيستې او ليكلي يې دي، د وسلوالو طالبانو د شر او پناه ځايونو ريښې په پاكستان كې دي. ورځپاڼې د افغانستان سراسري ملي جرګې په حواله ليكلي، د افغان وژنې بهير به بهرنيانو ته ښې پايلې ونه لري. وريسا خپله نننۍ سرمقاله امريكا ته د ولسمشر حامد كرزي سفر ته ځانګړې كړې او د دې سفر پر احتمالي لاسته راوړنو يې تبصره كړې ده. ۲دولتي ورځپاڼې هېواد په خپله سرمقاله كې ليكلي، لوى قونسل عبدالخالق فراهي روغ رمټ غواړو.ورځپاڼې په بل ځاى كې د افغانستان په ځينو برخو كې د شاړو ځمكو په اړه تبصره كړې او د دغو ځمكو د ابادولو اړتيا يې څېړلې ده.هېواد په بل ځاى كې يو مطلب خپور كړى چې، په غزني ولايت كې دوه لكه زده كوونكي له زده كړې بې برخې دي.۳راه نجات ورځپاڼې د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې د عمومي مشر له قوله په يوه غټ سرليك كې ليكلي، د افغانستان ا� �تصادي پرمختيا په افغانانو پورې اړه لري. ورځپاڼې په بل مطلب كې ليكلي، چې روان كال د ماشومانو د قاچاق په تور ۱۸۶ تنه نيول شوي دي. راه نجات د فرانسې خبري اژانس په حواله خبر وركړى، چې په افغانستان كې د خلكو د تغذيې حا� �ت د اندېښنې وړ دى. ۴ملي ارمان نادولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې ليكلي، ناامنيو په پاكستان كې د افغان � �يپلوماتانو دروازه هم وټكوله. په يوه غټ سرليك كې يې په پاكستان كې د افغان جنرال قونسل عبدالخالق فراهي پر تښتونې تبصره كړې ده. ورځپاڼې په بل ځاى كې ليكلي، د خلكو د صبر كاسه نسكوره شوې ده. ۵ارادې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې خبر وركړى چې د سولې په نړيواله ورځ پوليسو يوه نجلۍ ووژله. ورځپاڼې د بشر حقوقو د تحقيقاتي سازمان او يوې بلې نړيوالې ادارې وروستۍ څېړنه خپره كړې او ليكلي يې دي، په سلو كې ۵۰ افغانان په دې باور دي چې ام نيتي وضعيت ډېر خراب شوى دى. ارادې په خپله سرمقاله كې ليكلي، په افغانستان كې د سولې ټينګښت قرباني غواړي خو كرزى دغې قربانۍ ته حاضر نه دى. ۶دولتي ورځپاڼو اصلاح او انيس هم د افغانستان وروستى وضعيت څېړلى، اصلاح په خپله سرمقاله كې د اسلام اباد وروستۍ چاودنه څېړلې او دا يې د ټروريزم ضد اتلاف لپاره يو چينلج ګڼلى دى. ۷انيس په خپله سرمقاله كې د ملګرو ملتونو د درې شپېتمې غونډې ته په اشارې ليكلي، پاكستان چې په دې وروستيو كې له زياتې ناامنۍ سره مخ دى په دې غونډه كې د ټررويزم ضد ستراتيژۍ باندې بحث كوي.۸هشت صبح ورځپاڼې په خپله لوم ړي مخ كې خبر وركړى چې په فراه ولايت كې ۱۵۶ تنه ساختماني كارګر تښتول شوي دي. ورځپاڼې په تخار ولايت كې د � �استنوشويو په لسګونو كورنيو حالت هم څېړلى او له سترې محكمې څخه يې غوښتنه كړې چې تخار ته دې يو قضايي پلاوى و� �ېږي. هشت صبح په خپله سرمقاله كې وروستيو ناكراريو ته په اشارې ليكلي، په هېڅ ځاى كې خوندي نه يو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کښي لسګونو ښځو لاريون وکړ", "output": "(بي بي سي ): نن په کابل کښي په لسګونو ښځو په يوه لاريون کښي ګډون وکړاو په افغانستان کښي يې د ښځو سره د ناوړه چلند د پيښو د زياتوالي غندنه وکړه. د دغه لاريون نوښت د بشري حقونو د کمسيون په غاړه و. په پام کښي ده چې سبا ته په افغانستان کښي له ناوړه چلند سره د مبارزي نړيواله ورځ ولمانځلي شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بېنوا او دبېنوا چلونکو ته !", "output": "ستاسی هڅی د ستاينی وړ دي ا� �له تعالی نور هم توفيق درکړي . نن مهال پر افغان کړيدلی ولس باندې له هري خوا هر ډول يرغل روان دي چه ترټولو يې مذهبی او کلتوری يرغل سخت خطرناک دی . بسم الله الرحمن الرحيم د بينوا مسئول ښاغلی خا� �يد هادی حيدری او ددی سايټ نور همکاران ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة ستاسی هڅی د ستاينی وړ دي ال� �ه تعالی نور هم توفيق درکړي . نن مهال پر افغان کړيدلی ولس باندې له هري خوا هر ډول يرغل روان دي چه ترټولو يې مذهبی او کلتوری يرغل سخت خطرناک دی .با ايمانه اوبا احساسه افغانان خو نن هر يو ښه پوهيږي چه پدی ځنو ت� �ويزيونو، ځنو راډيوګانواو ځنو مجلو کې څه حال دی پدی کې څه خپريږی دوی پر کومه خوا روان دی او د کوم شيطانی ورکشاپ هنداری دي وضاحت ته يې هيڅ ضرورت نشته ټول پوهيږي . خوالحمدلله پداسې سخت وخت کې ځنی افغانی انت� �نيټ پانی ډګر ته را ووتی چه د ولس په ګټه يې ډيرښه کارونه تر سره کړی دي . د افغان ولس آزاد نظرونه ، د خاينانو له کړنو نه پرده پورته کول او ډير مهم او آساسی يې اسلامې معلومات دي .ځکه مخکې مې وويل چه تر ټولو سخت او خطر ناک مذهبی يرغل دي اسلامی معلومات اکثره داسې ترتيب شوي وي چه هغه د ددی ديرغل پروړاندې پر دلايلو ولاړه کلکه او پراخه مبارزه ده چې په پوره خواخوږي سره خپلومسلمان وروڼو ته خبر ورکوي .افغان کړيدلی ولس به هيڅ کله هم ستاسی غوندی بااحساسو خدمت هير نه کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوله", "output": "سوله په تعريف کېسوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړيسوله ده چې جهل ته رڼا � �اوړيسوله ده زموږ داميدو ډيوهسوله ده زموږ د ميلتو هيلهسوله دنړۍ ټول انسانان غواړيسوله دزانګو ټول ماشومان غواړيسوله د زړې بوډۍ ورغوي کېسوله په دوعا کې مسلمان غواړيسوله ښه قانون دی د بشر حقوقسوله د نړۍزحمتکشان غواړيسوله ده سمبول دښځينه احساسسوله دمعيوب دزړه ارمان غواړيسوله د انسان د ژوندقانون غواړيسوله د نژاد تبعيض بدلون غواړيسوله د جنګونو اختتام نوم دهسوله دټولنۍ د ارام نوم دهسوله د يتيم د مخ خندا زيریسوله طبعيت ته دښکلا زيریسوله دقومونو اتحاد معناسوله مې دسوې زړه فريادمعناسوله هر مين ته د وفا زيرۍسوله دژوندودن د تقاضازيریسوله مو دپيغلو د اوربل ګ� �ابسوله مودځوان دژونداخترکتابسوله په نړۍ کې هرانسان غواړيسوله مووطن ته هرافغان غواړيسوله دجنګونو اختتام نوم دهسوله ژوند صحنه کې دارام نوم دهسوله د نړۍ پر مخ سمون غواړيسوله د جنګونه اووښتون غوايسوله د حفيظ دډير سلګو ارمانزمادځوانيمرګ*د ژوندشيبوارمان دلته دځوانيمرګ ارمان څ خه مطلب زما د شهيد وراره کوم چې په هالند کې د موټر په ټکر کې د دپينځو نورو افغاني ځوانانو سره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مسأله سیاسی خو حل یې پوځی !", "output": "افغانستان د سیمی په سیاسی ـ جغرافیوی محراق کی پروت دی چی منځنۍ آسیا ، جنوبی آسیا او منځني ختیځ سره تړی . همدا حساس جیوپولټیک موقعیت افغانستان ته کلکي ضربې هم ورکړي دي . په ۱۹۹۱ کی چی شوروی اتحاد مړ سو ، نو افغانستان هم د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو د ستراتیژیو او سیالیو لابراتوار سو . دا څپانده حالت د سپټمبر تر یوولسمی وروسته نور هم ګواښمن او مهلک سو . د منطقوی او جهانی سیاست لوبغاړو ( خصوصأ امریکا ، روسیې ، پاکستان ، ایران ، هند . . . ) نن افغانستان د خپلو جیوپولیټیک تضادونو د یو محور په توګه اړولی او هر یو په لوی لاس خپلي ګټي او خپلي اندیښنې ورسره تړي . تر هغه ځایه چی په امریکا پوری اړه لری ، هغه تر دوهمی نړیوالی جګړې وروسته دوه ایډیالوژیکی جنګونه ( په ویتنام او کوریا کی ) او دوه ستراتیژیکی جنګونه ( په افغانستان او عراق کی ) پر مخ بېولي چی لومړنی یې د « کمونیزم » پر ضد او دوهم یې د « تروریزم » پر ضد لرلي دي . لومړنی جنګ د شوروی اتحاد په نړېدو سره پای ته ورسېد خو دوهم جنګ یې د نوری نړۍ څخه راټول کړ او په افغانستان کی یې متمرکز کړی دی . امریکا په افغانستان کی د خپل ۸ کلن اشغال په هره برخه کی ناکامه سوې ده که هغه د نصب کړي رژیم کړني دي او که پخپله د واشنګټن لاسته راوړني دي . په افغانستان کی د تیرو ۸ کالو راهیسی د نړۍ څلوېښت بډای ترین هېوادونه عملأ دخیل دي ، مګر افغانستان بیا هم د امریکایی نیونی له برکته د نړۍ د ۱۹۲ هېوادونو څخه د ترقۍ او انکشاف له مخی د پای لخوا اووم هېواد دی . امریکا او لویدیځ په تیرو ( اتو ) کالو کی په دې کی ناکام سول چی د کابل رژیم له فساده پاک او د بې کفایتۍ څخه خلاص کړی . کابل په هره برخه کی د امریکا حیثیت ته لوی زیان اړولی دی . بل دا چی امریکا د همدې ( فاسد او بې کفایته رژیم ) د واکمن ساتلو په غرض خپل ۹۴۰ پوځیان تلفات ورکړي او ۵۰۰ بلیونه ډالره یې هم اور ته اچولي دي خو نه یې جنګ ګټلی ، نه یې رژیم د ګوډاګیتوب له دریځه خلاص کړی ، نه یې « تروریزم » تباه کړی ، نه یې طالبان مات کړي او نه یې هم ځان د اشغالګر له دریځه ایستلی دی . دا ځکه چی واشنګټن له ابتدا نه تر انتها پوری دلته پرله پسې اشتباهات او بې باکۍ کړي دي . په رښتیا هم د بدي ستراتیژۍ بد اثرات وی . واشنګټن نور هغه اور نسی وژلای چی پخپله یې تیل پر شیندلي دي . دوی علایم تداوی کوی نه علت . دیموکراسي د سوټي په زور نسی راتلای او نه هم تروریزم په تروریزم سره محوه کېدای سی . د واشنګټن فعلی تګلاری « مخالفت » په « مقاومت » سره اړولی او د وینو تویول اوس د هغوی مسلک ګرځېدلی دی . شکسپیر څه ښه ویلي چی : « قتل ، قتل زېږوی د تاریخ تر آخره او تل د عدالت یا انصاف په نوم . » نړۍ ټوله شاهده ده چی د امریکا ولسمشر بارک اوباما په روانه میاشت کی ( یعنی د ۲۰۰۹ د ډسمبر پر لومړۍ نېټه ) افغانستان ته د نورو دیرش زرو پوځیانو د لیږلو اعلان وکړ . پرته له دې ، امریکا د ۸ کالو راهیسی په افغانستان کی جنګیږی ، آیا کوم خاص برﺉ یې ګټلی دی ؟ د پوځیانو زیاتول پخپله د ناکامۍ یو ثبوت دی که نه مات به سی . په هر صورت ، اوباما چی د ډسمبر پر اوله افغانستان ته د اضافي ۳۰۰۰۰ پوځیانو د لیږلو اعلان وکړ ، آیا پوهېږﺉ چی دا کومه نړیواله ورځ وه ؟ دا د ملګرو ملتونو لخوا د « ایډز » د ناروغۍ پر ضد نړیواله ورځ وه . ملګرو ملتونو وویل چی « د ایډز پر خلاف په ټولو هېوادونو کی زموږ ټولیزه هدف دا دی چی : ۶ ـ ۷ ملیونه مبتلا وګړي تداوی کړو ، ۷۰ ملیونه حامله ښځي د دې ناروغۍ لپاره معاینه کړو ، ۳۷ ملیونه وګړو ته مخنیویزه خدمتونه وکړو ، چی دا ټول خدمتونه صرف ۲۵ بلیونه ډالره خرڅ غواړی . » خو دا هغه مبلغ دی چی امریکا به یې د افغانستان د جنګ په صرف درو ( ۳ ) میاشتو کی هلته مصرفوی . ( ځکه پنتاګون وویل چی د دغو دیرشو زرو پوځیانو کالنی خرڅ به دیرش بلیونه ډالره وی ) . مګر امریکا کله دا کار کوی؟! فلهذا ، د افغانستان روان مشکل پوځي نه دی بلکی سیاسی حالت لری او په جنګ سره نسی حل کېدای . د پوځیانو ډېرښت د مقاومت سره مستقیم تناسب لری . هرڅونه چی بهرني پوځیان ، د هغوی عملیات ، بم ورۍ او تشدد ډیریږی په هغه اندازه به افغان مخالفت په مقاومت سره بدلیږی او دا هغه تریخ حقیقت دی چی د افغانستان تاریخ څو څو ځله ثابت کړی دی .وګورﺉ امریکایی منابعو په ۲۰۰۷ کی د طالبانو شمیر پنځه زره کسه باله ، په ۲۰۰۸ کی یې هغه لس ـ دوولس زره وښود ، خو اوس هغه د پنځلس زرو او پنځه ویشت زرو کسو په شاوخوا کی بولی . آیا دا پخپله د لویدیځ پوځیانو ( او امریکایی نیونی ) د ډېرښت پر خلاف د افغانانو د جدیت او مجاهدت معنا نه ورکوی ؟ په فعلی شرایطو کی واشنګټن مسلسل خپلو غلطیو ته پایښت ورکوی ، حتی دا ثابتوی چی د « سیاسی حل » کفایت او د « ملی جوړ جاړی » استعداد نلری . د امریکا ستره غلطي دا ده چی طالبان او القاعده یو بولی . حال دا چی دغسی نه ده . ځکه طالبان « ملی هدف » لری خو القاعده « بین المللی هدف » لری . یعنی طالبان په افغانستان کی اسلامی حکومت او شریعت غواړی حال دا چی القاعده په نړۍ کی د ټولو اسلام دښمنه طاقتونو ماتول او پر ځای یې اسلامی خلافت غواړی . مګر واشنګټن په لوی لاس طالبان د ځان دښمنان او هدف یې نړیوال کوی . واشنګټن د ټولی نړۍ د فریاد پر خلاف لګیا دی جنګ په جنګ او تشدد په تشدد سره حل کوی . خو هغوی د دې ثابت حقیقت څخه سترګي پټوی چی جنګ ، که پخوا و که اوس ، که په غشي ، توره او نیزه و که اوس په توپ ، ټانک او طیاره ، حتی د لس زره کاله « تمدن او ترقۍ » له هماغه پیل راهیسی یې کومه تلپاته سوله او امنیت نه دی ډالۍ کړی او همدا علت دی چی جګړه هغه بلا ده چی انسانان خوری ، منابع ختموی او ټولنه سولوی . مګر امریکا په ډیر غرور سره خپل تشدد او ملیټاریزم ته بیا هم دوام ورکوی . په افغانستان کی د شوروی د څلوېښتمی فرقې لوی قوماندان ( جنرال ایګور رودیونوف ) د انګلستان فایننشیل ټایمز ورځپاڼی ته په هماغه ورځ چی اوباما د نورو دیرش زرو پوځیانو د لیږلو اعلان وکړ ، وویل چی : « دا هرڅه هلته پخوا لا عملی سوي وو . . . موږ چی به ورغلو نو هغوی [ مجاهدین ] به ولاړل . وروسته به موږ هم ولاړو ، خو هغوی به بیرته راغلل . . . دوی [ امریکا او ملګری یې ] باید پوه سی چی هلته د پوځی پلوه نسی کامیابېدای . یوازینۍ چاره یې سیاست دی . کرزﺉ په ولس کی محبوبیت نه لری ، هغه صرف یوه مافیا رهبري کوی . » دغه جنرال زیاتوی چی « هغه یو ټولنیز ، یو سیاسی مشکل و او موږ ځکه شدیدأ پکښی ناکام سوو چی په پوځی طریقه او نظامی ذهنیت سره مو غېږ پر راګرځول . . . دا هماغه مشکل دی ـ څلوېښتمه فرقه تر غاښو مسلح وه او ښه روزلیً ځواک یې درلود . که به صرف یو فیر را باندی کېدﺉ نو هغوی به په مقابل کی په لس مرمیو سره ځواب ورکاوه . دې کار به ملکی تلفات پېښ کړل . موږ به یو کلی بمباري کاوه ځکه هلته به یو یا دوه مجاهدین وو . خو ښځي او کوچنیان به ووژل سول او دې کار د ښورښیانو [ مجاهدینو ] یو غورځنګ ایجاد کړ . » ورځپاڼی ته ( په افغانستان کی د کی جی بی د الفا کوماندو پخواني قوماندان ) جنیدی زایتسیف وویل چی : « ډیر پوځیان د ډیرو وژنو معنا ورکوی . امریکایی او برتانوي اتباع به پوښتني کوی چی ولی زموږ زامن هلته مړه کیږی ؟ په ځواب کی به ورته وویل سی چی د دې لپاره چی حامد کرزﺉ واکمن وساتو . زما په فکر دا ځواب هغوی نسی قانع کولای . » په افغانستان کی د « کی جی بی » د خاصو عملیاتو د یونټ پخواني افسر « پیوتور سسلوف » همدې ورځپاڼی ته وویل چی : « دوی [ امریکایان ] پښتانه په باک نه راوړل . د طالبانو تر سقوط وروسته شمال اییتلاف واکمن سو . هغوی فقط د یو څو هغسی قوماندانانو بانډ و چی په بېلابیلو توکمونو او نژادونو پوری یې تعلق درلود . پښتانه په باک رانه وړل سول . بس له همدې ځایه ستونزه هم راوټوکېده . امریکا ته ډیره مهمه ده چی د پښتني قومونو سره جوړ راسی . » په هر صورت ، د افغانانو ملی ذهنیت او تلوسه دا ده چی هیڅکله غونډۍ په زرو نه اواریږی ، یا دا چی کلي په زور نه کیږی . د افغان مقاومت سره د سولی او آرامۍ په خاطر خبري اتري د روان مشکل او ناورین څخه د وتلو تر ټولو رښتیانۍ ، عادلانه او ارزانه لاره ده . د ترخو تجربو او پرمختیاوو بهیر دا ثابته کړې چی د افغانستان د شخړی د حل یوازینۍ اساسی چاره د امریکا لخوا د افغان وسلوال مقاومت سره د صادقانه او رغنده خبرو اترو کول دي او بس ، تر څو د جګړې عوامل رفع سی ، نه علایم . دا هغه تریخ حقیقت دی چی امریکا به یې ( د برتانوي او شوروي یرغلګرو غوندی ) که یې خوښه وی یا نه ، که یې ومنی یا نه ، که یې ووایی یا نه ، ژر یا وروسته مجبورأ قبلوی ( انشاالله ) . والسلام ، « ن . صمد »"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل پرې را دلېونتوب چې شي څپه سوکه سوکه په مينه را نيږدې کړه لږ سينه سوکه سوکه دشپې چې مي په ناز د خيال په وره کې را ښکاره شې بس وايم چې راځي د قدر شپه سوکه سوکه سجدې يې لګولې قدمونو ته نظر مې خبر نه يم چې کوم لوري ته تله سوکه سوکه باور وکړه چې هغه وخت مې بيا هيلې ژوندۍشي چې ټينګه په غاښو کړې شونډه سره سوکه سوکه ټکان مي زړه ته ورکړي زلزله مي په خيال راشي چې وه يې دويصال کړم اراده سوکه سوکه هغه وخت به بيا ژاړې دسقيميوه ديدن ته چې پورته يې کړي خلک جنازه سوکه سوکه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عدلي او قضايي څانگو ته د ډيرو افغان ميرمنو نه لاس رسی", "output": "د ښځو او ماشومانو د حقونو د څيړنو يوه سازمان ويلي چی د افغانستان ډيري ښځي عدلي او قضائي څانگو ته د بيلا بیلو دلایلو په سبب لاس رسی نه لري . دې سازمان چې د هیواد په 5 ولایتونو کې ېې له 1350 ښځو څخه پوښتني کړي ويلي چې عدلي او قضائي څانگو ته د افغان میرمنو د نه لاس رسي اصلي لاملونه، د هغوي پر وړاندي کورنی تاتوتريخوالی او په عدلې او قضائي څانگو کې د ښځينه کارکونکو نه شتون دی .د دې سازمان مشرې زرقا يفتلي په افغان حکومت غږ کړی چې په دې برخه کی بايد خپلی هڅي گړندۍ کړي.دا سروې د بدخشان،کابل،ننگرهار،بلخ او پروان په ولايتونو کې تر سره شوي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هوايي بريد په ترڅ کې څوارلس تنه عام وګړي مړه شول", "output": "تېره ورځ په بغداد کې د امريکا له خوا په يوه هوايي بريد کې څوارلس تنه مړه نهه نور ټپيان او يو شمېر کورونه ويجاړ شول.د عراق دولت د پېښې پخلی وکړ او ويې ويل چې دا پېښه تېر ماښام د امريکايي چورلکو له خوا رامنځته شوه.د يوه تن عام وګړي په وينا چې څوارلس تنه مړه او نهه نور ټپيان او يو شمېر کورونه ويجاړ شول.خو امريکايي پوځيانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امریکا:د امن جرګه دترهګرۍپه وړاندی ښه رورل لوبوی", "output": "امريكادكابل دامن دجرګې هركلى كړيدى او وئيلى دى چې افغانستان اوپاكستان په دې جرګې كښې ښه رول اداكړو دامريكا دبهرنيوچارو دوزارت لخواپه يوې اعلاميه كښې وئيل شوى دى چې دغه جرګه به دترهګرۍ په مخنيوى ستر رول ولوبوى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جرمن مېشتو افغانانو دوې پرله پسې ورځي مظاهرې وکړې", "output": "پرون شنبې د ۲۰۰۷ کال د جنوري پر � �پږمه نېټه او نن يکشنبې دجرمني دمونشن په ښار کي په لسګونو افغانانو د لر او بر افغانستان په منځ ( ډيورنډ لاين ) دماينونو او اغزن تار د پرشولو په وړاندي مظاهرې وکړې ، دمونشن دښار څخه افغان فرهنګپال محمدامين بسمل بېنواويبپاڼي ته دټيلفون پر ليکه وويل چي پرون يې د لسګونو افغانانو په ملتيايوسوله ايز لاريون وکړ او په نوم وړي ښار کي دپاکستان کونسلګرۍ مخي ته په رسيدوسره يې خپل احتجاج ليک دپاکستان کونسلګرۍ ته په رسمي ډول وسپاره او نن يکشنبې نژدې دوه سوو کسانو يو بل احتجاجي ليک ( پاکستان ته د پښتنو په منځ کي دماينونو او اغزن تار اېښوولو اجازه مه ورکوئ ) وسپارئ . ديادوني وړده چي ددواړو ورځو لاريونونه په سوله ايزډول ترسره سوه . په دې وروستيو کي د پاکستان دولت دهغه اعلان په اړه چي د تروريزم سره دمبارزې په لاره کي به پر ډيورنډکرښه د اغزن تار او ماينونو څخه کار واخلي ، دپاکستان دا پاليسي دملګرو ملتونو ، دافغانستان د ولسمشر او ولسي جرګې او افغان ولس له خوا په کلکه سره وغندله سوه .ددې له پاره د نورو تر څنګ دوه غټ دليله دادي چي يوبه اغزن تار يا م اينونه د پولي پر دواړو خواو پراته پښتانه چي يوسترقوم دی سره بېل او دستونزو سره مخامخ کړي او بل دوهم غټ د� �يل يا اندېښنه داده چي پاکستان غواړي په دې ډول دغه کرغېړني کرښي ته د يوې پولي په توګه د رسميت بڼه ورکړي . لر او بر افغان ته دانه منلې کرښه دوخت د دولت له خوا په ۱۸۹۳ کي د انګلستان ددولت سره لاسليک سوې وه او په ۱۹۹۳ کال کي دا پرېکړه ليک پای ته رسېدلی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پېښور کې تېره شپه افغانانو په زور تراویح وکړې", "output": "ډاکټر حمید شجاع ځاځی/پېښور دا پېښه تېره شپه د پېښور حیات آباد په بلال جامع جومات کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د ماسخوتن د لمانځه پر مهال دنوم وړي جومات ملا امام وویل چې د پاکستان حکومت له لوري د روژې په هکله لا څه حتمي پرېکړه نه ده شوې. نو ځکه به نن ت� �اویح نه کېږي. دې خبرې په جومات کې ناست افغانان راوپارول او پرېکړه یې وکړه چې دوی به نن خپلې تراویح کوي. خو بل � �وري ته دپاکستاني لمونځ کونکو لخواه د دوى مخنیوی وشو او اجازه یې نه ورکوله چې افغانان دې په جومات کې تراویح وکړي، بالاخره تر اوږدو ناندريو وروسته د افغانانو د ځاځیو او دوستخیلو قومي مشران په دې وتوانیدل چې صفونه وتړي او تراویح وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ډېرو افغانانود شنبې په ورځ هم روژه درلوده. د یادونې وړده چې کله افغانانو تراویح پیل کړې نو ډېر شمېر پاکستاني لمونځ کونکي هم له دوی سره پر لمانځه اودرېدل. له دې پېښې نه لږه شېبه وروسته په نوموړي جومات کې پاکستانیانو اعلان وکړ چې سبا به د دوى لومړۍ روژه وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کې يو بهرنۍ عسکر مړ او ٤ ټپيان شوي", "output": "کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند ميجر اينس بينوا سره منلې چې د کندهار په شمال ختيځ کې د يوې چاودنې له امله يو رومانيايى عسکر مړ او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي .دغه چاودنه نن سهار په ٤ نيمو بجود کندهار په لس کيومترى کې د ښار او هوايى ډګر تر مينځ لاره کې رامينځ ته شوې . د چاودنې نور زيات لا نه دي خپاره شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یوازې اداري فساد،که دجنګي مجرمینوپه اړه هم مبارزه ؟", "output": "د باختر اژانس د خبریال د رپوټ له مخې ، په هغه ګډه غونډه کې چې د لړم د میاشتې په ۲۵ مه ، د سترې محکمې مشر پوهاند عبد السلام عظیمي ، د عدلیي وزیر محمد سرور دانش ، د نیشه يي توکو وزیر ډګرجنرال خدایداد ، لوی څارنوال محمد اسحاق الکو ، د ملي امنیت عمومي رییس امر الله صالح ، په کابل کې د انګلیستان سفیر مارک سیدویل او د امریکې سفیر کارل ایکن بیري په ګډون وشوه ، د کورنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر وویل چې د جرمونو سره د مبارزې اداره د امنیتي ، کشفي او عدلي بنسټونو د نوښت له مخې یو کال مخکې ترلاس لاندې نېول شوې وه . اتمر د اداري فساد په وړاندې د افغانانو په هڅو کې د یو نوی څپرکی پرانیستل په ګوته کړل . د سترې محکمې مشر اداري فساد یوه کرغېړنه ښکارنده « پدیده » وګڼله . د عمومي امنیت مشر د فساد په وړاندې ددې اداري جوړېدل ګټور وبلل . عدليي وزیر هم د نوي حکومت په راتګ سره د اداري فساد په وړاندې د هڅو په ټينګار خبره وکړه . همدارنګه په دې ګډه غونډه کې د انګریز او امریکې سفیرانو د افغانستان د دولت له مشرتابه څخه د اداري فساد ضد هڅو د غوښتنې ترڅنګ زیاته کړه چې د دوی دولتونه به د افغانستان له نوي دولت څخه په دې برخه کې ننګه وکړي . که په غونډه کې د یادو شویو ویناوالو او د چارو مسولینو څرګندونو ته ځیر شو له خبرو ښکاري په دې غونډه کې د انتقالي عدالت او د جنګي مجرمینو سره د چلند په اړه څرګندونې نه لېدل کیږي ! پوښتنه دا ده ، چې ایا دغه اداره به یوازې د اداري فساد په وړاندې هلې ځلې کوي ، هغه هم له ۲۰۰۱ کال روسته ؟ هغه جنګي جنایتونه چې د ۱۹۹۲ ــ ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ د جهادي تنظیمونو په لاس په کابل اود افغانستان په نورو برخو کې شوي اویا له دغو کلونو مخکې او روسته د نورو په لاس تر سره شوې ، له هغو سره به دغه اداره څه کوي ؟ ایا یوازې د اداري فساد ضد هڅو کې « د جنګي مجرمینو خبره خو لا پریږده » هم کرزی به داځل په ریښتیني ودریږي او که دتېر پشان به هسې تبلیغاتي شورماشور جوړوي او د نوي ، لوی او ورانوونکي فساد لپاره به لاره اواروي ؟ ایا په اداري فساد د ککړو یو څو دویم لاسو او دریم لاسو کسانو نېول او مجازات به ، د افغان ملت د سترګو تورولو په موخه نه وي ، چې د اصلي جنګي مجرمینو او د فساد او مافیا لوی او ریښتیني عاملان د ملت له سترګو پټ او خوندي کړي او د افغانانو په وړاندې د هغوی پل د تل لپاره ورک کړي ؟ ایا نوی دولت به د کرزی په مشرۍ د هغې پریکړې په اړه چې وړم کال په ولسي جرګه کې د بېلا بېلو ټوپکمارو او جګړمارو ترمنځ وشوه او بېله دې چې په دې اړه د ملت اندیښنو ته پاملرنه وشي ټوپکمارو پخپل سر یوبل وبخښه او کرزي پرې هم لومړی د چوپتیا اوروسته د هوکړې مهر وواهه ، له سره بیا کتنه وکړي ؟ ایا د فساد په ضد هڅې به چې انګریزان او امریکایان يي د ملاتړ خبرې کوي یوازې د کرزي پرشاوخوا د راټولو ډاکوانو په اړه وي او که د نظارشورا او جمعیت ډاکوانو ته به هم غځيږي چې نن ــ سبا د امریکا او انګریزانو نوی یاران دي ؟ د کرزي د واکمنۍ په تېر اته کلن پير کې له ډېرو نادودو څخه چې افغان ولس يي زیات ځورولی ، یوه نه بخښوونکې نادوده داهم وه چې نوموړي حکومت افغانانو سره د جنګي مجرمینو او اداري غلو په اړه ټوکې ټکالې کړی ، ملنډې يي وهلي او افغانان يي په دې برخه کې دوکه کړي دي ! عبدالجبار ثابت پخواني لوی څارنوال په ۱۳۸۶ لمریز کال په افغانستان کې د کرزي په مټ د فساد په ضد جهاد اعلان کړ ، خو کله چې هغه په دې اړه د څو کسانو نومونه واخیستل ، جهاد يي شنډ شو او په بېخوندۍ له دندې وشړل شو . ذبیح الله عصمتي د اداري فساد سره د مبارزې د ریاست مشر هم په ۱۳۸۶ لمریز کال کې کله چې په ځينو دولتي ادارو کې يي له فساد څخه خبرې پیل کړې ، هڅو يي کوم ځای ونه نېوه او غږ يي په ستوني کې وچ کړی شو . یوه خبره چې نوی دولت يي باید په ښي غوږ کې ونیسي ، د جنګي مجرمینو او اداري فساد سره د مبارزې په اړه ، یوخوا د خبرو او ژمنو او بلخوا د هغو د پلي کولو په اړه د دولت چلند دی . افغانان د بل هرڅه په نسبت ددې خبرې په وړاندې زیات حساس دي او دولت ته نه ښايي په دې اړه یو واربیا له افغان ولس سره دوکه وکړي ! کله چې دولت د اداري فساد په ضد غږیږي ، افغان ولس له دولته د جنګي مجرمینو پوښتنه هم راولاړوي : د دارالامان قصر چې د افغانستان د خپلواکۍ د یوه سمبول پتوګه افغانانو ته ارزښت لري د ورانۍ او ویجاړۍ مسولین څوک دي ؟ د کابلښار د کنډر او ورانۍ او د ۷۰۰۰۰ کابلیانو د ټولوژنې عاملین ولې په دولت کې خونړۍ او خړې سترګې ناست دي ؟ د کابل موزیم او کابل ارشیف غله ولې بیا هم په حکومت کې واکداران دي ؟ پخواني رژیم څخه پاتې شوي الوتکې او ټانکونو څه شول ، چا په کومو هېوادونو پلورلې ، ایا عاملین يي همدا اوس په حکومت کې غوړه ونډه نلري ، ملت له دوی خپلې الوتکې او ټانکونه غواړي ! د جنګلک فابریکه ، د کابل سیلو ، د ننګرهارکانال او نورې ډيپو ګانې ، د کابل ــ جلال اباد په لار د خلکو شخصي فابریکې او شتمنۍ او د هېواد په کچه دولتي ، عامه او شخصي شتمنۍ دغو کسانو چې په دولت کې وزیر ، د پارلمان غړي او په نورو لوړو دولتي مقامونو کې خوندي ناست دي ، لوټ او چورکړي ، ملت له دوی څخه خپله شتمني غواړي ! نظارشورا او جمعیت چې مسول کسان یې معلوم دي ، له درېیو وارو زیات د کابل شهزاده سرای لوټ کړي او د خلکو شخصي شتمنۍ يي چور کړي دي ، له عاملینو يي باید پوښتنه وشي ! د شېرپور « چورپور » د دولتي ځمکو پرناقانونه ویش باید له سره غور وشي او چوروونکو يي محاکمه شي ! د غلا او چور دا لیست خورا اوږد او عاملین بیخي ښکاره او څرګند دي ، اوس یو ملي دولت پکار دی چې دغه تباکاران د قانون منګولو ته راکش او محاکمه کړي . ولسمشرکرزی باید د لوړې د مراسمو په وینا کې چې د لړم په ۲۸ مه به يي ترسره کړي له فساد سره د مبارزې او د ښې حکومتي ادارې د جوړولو لپاره د کلکو اقداماتو په باب ژمنې ورکړي . تر څو چې افغان دولت قاتلینو او مجرمینو ته وړ او مناسبه جزا ور نکړي ، تر څو چې دغه غله او ډاکوان د زندان پرځای بیا هم پر دولتي لوړو چوکیو ناست وي او تر څو چې دولت په دې اړه د شف شف پرځای روښانه او څرګنده تګلار غوره او پلې نکړې ، تر هغو به په هېواد کې سوله او امن رانشي ، تر هغو به د افغان ولس سره نوې ژمنې خوشې خبرې او پر یخ لیکل وي ! د هغې ورځې په تمه چې ډاکوان د پارلمان او وزارتونو په ځای ، په لوېدیځ او دوبۍ کې د افغانانو د سرونو د سوداګرۍ په ځای او د پردیو جاسوسي کړیو ته د چوپړ پرځای د زندان د تورو تمبو ترشا واچول شي او افغان ولس يي له شر څخه د تل لپاره وژغورل شي !امین یا رب العالمین ! اخځونه : بېلا بېلې بریښپاڼې د ۲۰۰۹ کال د نومبر ۱۸ مه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ژبې سوچه والی،كه يوه سياسي- مغرضانه پروسه", "output": "ملي اصطلاحات د يوه ملت-هېواد علمي او رسمي-اداري نومونې دي، چې د اكثريت په بڼه په ټولنه او رسمي كچه منل شوې وي. دغه اصطلاحات د خپلو ځانګړنو له مخې د تغيير او بدلون وړ نه دي او كه څوك يې د بدلون هڅه كوي، خپل ماهيت له لاسه وركوي.په افغانستان كې په سلګونو داسې (څلور ژبې) كليمې او نومونې دي چې د ملي اصطلاحاتو په نامه په اساسي قانون كې خوندي شوې دي. دغه نومونې په پښتو، دري، عربي او تركي څلور واړو ژبې دود دي. دا، چې يو شمېر لنډاندي كسان يې يوازې په پښتو پورې تړي او دا يو تپلي څيز ګڼي، د يو ډول مغرضانه او سياسي- تبعيضي حركت نغوته كوي. د ملي اصطلاحاتو پر ځاى د اېراني بديل � �اوړلو پروسه د ببرك كارمل له پېره پيل شوه او د مجاهدينو او طالبانو د واكمنيو پر مهال يې بازاريو څه سوړ و. د دغه بهير مخكښان او علمبرداران هغه كسان دي، چې همدا نن يې د سوچه دري يا پارسي په نامه د پښتو كليمو د و� �كاوي توغ هسك كړى دى.د ژبې سوچه والى او د نيولوجيزم يا ويي جوړونې بهير د يوه اكاډميك بحث او اړتيا په توګه د او سمهالي پېر ستره غوښتنه ده، خو د ملي، رسمي او اداري اصطلاحاتو پر ځاى د يوه بل هېواد د توليد شويو لغتونو يا ترمينالوژۍ واردول او بې سنجشه استعمال نه يوازې دا، چې د ژبې له ودې سره مرسته نه كوي، بلكې د خپل سياسي- مغ� �ضانه هدف له مخې په ټولنه كې درزونه او ستونزې پيدا كوي. ملي مصطلحات- ملي هويت: په پښتو ژبه دملي اصطلاحاتو مشروعيت د پښتو ژبې له پروني ملي توبه سرچينه اخلي. د افغانستان د مشروطه پاچاهۍ (1964زكال) په اساسي قانون كې، پښتو د افغانستان ملي ژبه وه او ملي ژبه د يوه ملت هويت څرګندوي. د دولت او ملي هويت په ټاكلو كې د ډېره كي قوم رول رغنده وي. له سويس پرته په نورو ټولو هېوادونو كې ملي ټولنې پر يوه ملي ژبه را څرخي او دا ژبه ديوه ملت هويت راښيي. په امريكا كې ټول لږه كي په انګليسي ژبه غږيږي او (انګلوسكسن) ديوه ډېره كي په توګه د واكمن قومي جوړښت او ټولنې د هويت په توګه مني.(١)د افغانستان په ګاونډ ازبكستان، تاجكستان، اې� �ان، تركيه او عربو كې سره له دې چې ګڼ قومي لږه كي پراته دي، خو د دولتونو هويت يې د قومي ډېره كي پر هويت را څ� �خي. پښتو ژبه په افغانستان كې د يوه ډيره كي قوم په استازولۍ د ملي هويت څرګندويه ده. پرون پښتو ملي ژبه وه، خو په واقعيت كې يې د يوې رسمي ژبي حيثيت نه درلود او نن، چې له ملي توبه غورځول شوې، په رسمي كچه پر همغه پروني برخ� �يك اخته ده. له همدغو پوځي او يو شمېر علمي- اداري مصطلحاتو پرته پښتو يوازې د قانون تر ۱۶ مې مادې محدوده پاتې � �وې ده.ملګري ملتونه او يونسكو په مورنۍ ژبه د زده كړې سپارښتنه كوي او اساسي قانون هم پر دې ټينګار كوي، خو په كابل او نورو سيمو كې په پښتو يا په خپله مورنۍ ژبه زده كړه او تدريس تعصب،او د ملي يووالي د ماتيدا نښه ګڼل كيږي، په داسې حال كې، چې ملي يووالى په ملي ژبه او ډېره كيو ټينګيږي.كه چېرې افغان دولت په رښتيا هم د ولسواكۍ پليتابه غواړي او افغان ولس په واقعيت كې يو متمدن او با هويته ولس غواړو، لومړى بايد پرهغه څه عمل وشي، چې اساسي او مدني قوانين يې غواړي.يوه سياسي- غرضي پروسه: افغانستان د مګړۍ د بهرنيانو تر ف� �هنګي- سياسي او ان مذهبي يرغل لاندې پايي او دا د فرهنګيانو وجيبه ده، چې د فزيكي ير غلونو د مقابلې په څېر د م انيزو او رواني هغو په مخ كې هم ودرېږي. دغه درېدا په هيڅ توګه هم د يوې ژبې د ودې په لار كې دخنډ جوړونې په مانا نه ده، دا د يوه ملت د هويت ساتنې مبارزه ده او دغه مبارزه له كلونو كلونو را هيسې روانه ده.يوه ستره (( قصدي، يا دناپوهۍ له امله) تېروتنه داده، چې د پان ايرانيزم پلويان او د اوسنۍ ژبجوړونې بهير مخكښان د ملي مصطلحاتو د خونديتابه هلې ځلې، د دري ژبې د مخنيوي په مانا تعبيروي، په داسې حال كې، چې د بالګرد، موشك، ګفتمان، نماد او... په څېر كليمې هم را وارد شوې، خو چايې پر وړاندې وچ غبرګون نه دى ښودلى.ددې مسالې د اواري لپاره لومړى بايد د اساسي قانون څرګندې مادې پلې كړاى شي. هر چاته بايد په مورنۍ ژبه د زده كړې حق وركړاى شي او د ملي مصطلحاتو د خونديتابه لپاره بايد د قانون د (۱۶) مې مادې پر وروستۍ فقره استناد وشي او دا موضوع له دولتي محدودې را وباسي او پر خصوصي رسنيو يې هم تطبيق كړي. ددې لپاره، چې هر چاته خپل حق وركړل شوى وي او د اساسي قانون ۱۶ مه ماده مو پلي كړې وي، بايد په ټولو دولتي ادارو كې د پښتو او دري ژبې د استعمال او ترويج انډول په پام كې ونيول شي او زمينه و� �ته مساعده شي، چې دواړې ژبې په مساوي توګه وده او پرمختګ وكړي.كه مسئاله د تېر په څېر يوازې د كاغذ پرمخ پاتې كېږي، دا ستونزه به همدغسې دوام لري. دولت ته په كار ده د ملي هويت د ساتنې او ملي ټولنې د جوړېدا لپاره پر وا� �عيتونو ډډه وكړي او د (دانشګاه دانشكدې او دادستان) په نامه روان سياسي- غرضي بهير په قانوني لارو تر اېران پورې محدود وساتي. زموږ د يوه دوست په وينا: ((پارسي په تاجكستان او اېران كې هم شته، خو هلته دومره بې بندوبا� �ي نشته، چې يوڅوك خپل ملي هويت په نورو وپلوري)).------------(۱) ملي مسالې، ۲۷ مخ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په وربل ویب پآڼه کي د ویبلاکونو مسؤل چلوونکو ته !", "output": "په اوربل ویب پاڼه کي د پښتو ویبلاګونو مسول چلوونکو! لکه څرنګه چي خبریاست وربل پاڼه د تیر یونیم کال راهسي د یو لړ تخنیکي ستونزو سره سره د مالي ستونزو سره هم مخ وه . خو دپښتو ژبي د وتلي خدمتګار ښاغلي خالدهادي په مالي مرسته موږ په دې تواندلي و چي یونیم کال د وربل سرور یوازي ستاسي د ویبلاګونو لپاره فعال وساتو چي دا لړۍ به دروان کال د دسمبر تر اخیره دوام لري . وربل پاڼه چي په امریکا کي د افغاني ښځو یوې ټولني ته به د راتلونکي کال په سره کي و سپارل شي نوموړې ټولنه ددې پاڼي په څنګ کي د ویبلاګونو دشتون مسؤلیت نشي اخستلای . نو په � �یره خواشنۍ سره باید ووایو چي د پښتو ویبلاګونو تر ټولو مخکښه او په پښتو کي په لومړي ځل د ویبلاګونو د پدیدې درامنځته کوونکې پښتو ویبپاڼي (وربل ) نور پتیلې ده چي خپل کار ددې کال تر پایه پوري د غځولو سره خپل دغه � �وان چوپړ ته دپای ټکی کښېږدي او له تاسو ښاغلو څخه احترامانه هیله لرو چي ددې کال تر پایه پوري د خپلو ویب� �اګونو ټول مواد له ځان سره خوندي کاپي کړی او یا ئې نورو ویبلاګونو ته ولیږدوئ . باید یادونه وکړو چي د وربل د سرور دمودې (چي د همدې کال تر پایه پوري رسیږي )تر ختمیدو وروسته د وربل راتلونکې ویب پاڼه ، افغان ولسپال ځوانان ، او د همدې پاڼي مخکني چلوونکي ستاسي د ویبلاګونو د موادو د خوندیتوب تضمین نشي کولای . همدا راز د هغو درنو لیکوالو څخه هیله او غوښتنه لرو چي د وربل پښتو ویب پاڼي سره ئې روانه هکاري درلودل او وربل ویب پاڼه ئې د افغاني انلان ژورنالیزم په کتار کي د خپل وخت يوه نوم وتې پاڼه ګرځولې وه . چي په راتلونکي کي دوربل پاڼي سره چي په امریکا کښي به ئې پر وطن او پښتو مئېني مېرمني چلوي خپله همکاري د تل پشان روانه او جاري وساتي . وربل پاڼه چي یوازي دپښتنو مېرمنو ږغ و همداسي به د پښتونو مېرمنو ږغ پاته شي . امید دئ چي زموږ ستونزي ستاسي د خوابدی سبب ونه ګرځي په پښتنه مینه د وربل پاڼي مخکنۍ چلوونکې ، ستاسي خور غزل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درحمان با با مزار", "output": "درحمان با با مزار سمیع الدین افغاني چه د رحمان بابا مزار ورانوي د پښتنو ستر افتخار ورانوي دا د فرهنګ او د ادب دښمنان زموږ کلتورزموږ یادګار ورانوي زموږ تاریخ ته دوي په سپکه ګوري دوی زموږ څلی او منار ورانوی نن د صوفی عبدالرحمان په پلمه د تصوف پلونه او لار ورانوي دوی د انصاف او انسانیت نه لري نن که رحمان سبا انصار ورانوی دا تنګ نظره دتعصب � �یونیان د افغانانو کار او زیار ورانوی اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسی چه د افغان ولس ګلزار ورانوی افغانی زموږ د پرګنو یووالی د دښمن ځاله او اعتبار ورانوی -------------------------------------- ٨ / ٣ / ٢٠٠٩ مهاجرت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريكائي اولس په عراق كښې بشپړ امنيت غواړي", "output": "پيښور ( بينوا) په امريكا كښې ديوې شوې س� �وى څخه څرګنده شوې چې دامريكاداولس اكثريت دامريكا دپوځ لخوا داسامه دلټون په ځاې په عراق كښې بشپړ امنيت غواړى، دستمبر له اوومې څخه ترلسمې پورې په يوې سروى كښې وئيل شوى دى چې د7000 څخه زياتو خلكو څخه پوښتنه شوې چې داسامه بن لادن لټون ضرورى دى او كه په عراق كښې بشپړ امنيت د41 فيصدو خلكو رائيه ده چې دامريكا پوځ بايد په عراق كښې دامنيت لپاره لازم اقدامات وكړى او نوولسو فيصدو وئيلى دى چې داسامه بن لادن لټون مهم دى 35 فيصده ام� �يكائى خلكو داسامه بن لادن دلټون او په عراق كښې دامنيت لپاره يو برابر رائيه وركړې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبنګله د يش ٣٣ ميليونه ماشومان واکسين کيږي.", "output": "ټاکل شوې ده په راتلونکو ٣ اونيو کې د بنګله ديش او يونيسف په مرسته په دغه هېواد کې څه ناڅه ٣٣ ميليون ماشومانو ته د سرخکانو د واکسين ستنه ولګول شي .د يونيسف د رپوټ له مخې هرکال ٢٠ زره ماشومان د سرخکانو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. ددغه ستر کمپاين له پاره ٤٠ ميليونه واکسين تيار شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلافي ځواکونود نارنج خپرندويې ټولني مشر خوشي کړ", "output": "احسان د نارنج خپرندويې ټولني مشر او د کندهار ولايت د کتاب پلورونکو استازی ښاغلی سيد احمدقانع د فبروري په دوهمه دايتلافي ځواکونو له زندانه راخوشي کړل شو . سيد احمد قانع د لوی اختر په سهار د لمانځه پر وخت د څو نورو کسانو سره يو ځای دمسجد څخه د لمونځ کولو پروخت د يو شمېر ايتلافي ځواکونو له خوا په نامالومه تور د نامالومه وخت د پاره په نامالومه ځای کي اچول شوی و . د کندهار ولايت د فرهنګپالو او ليکوالو د کندهار والي ، ښووني او روزني ريس او اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه په کلکه غوښتنه کړې وه چي د قانع په راخوشي کولو کي تلاښ وکړي ، که هغه راخوشي نه شي ګواکي دوی به په لاريونونو لاس پوري کړي . قانع هغو کسانو ته چي د دده پوښتني ته ورغلي وه ويلي دي چي تر راخوشې کېدو وروسته تراوسه پوري نه پوهېږي چي امريکايي پوځونو ولي زندان ته واچاوه ، خو دا خبره يې څرګنده کړه چي له سختو نادودو او ناخوالو سره مخامخ شوی دی . قانع وويل چي لمړۍ ورځي په قفس کي اچولی و او وروسته يې په يوه اطاق کي چي يوازي يې يوه د څارني ويډيو کمره او يو هواکښ درلود اچولی و . ګومان کېږي چي د قانع په خلاصون کي به د کندهار د ليکوالو او اديبانو پرله پسې غوښتنو ځای نېولی وي ، ځکه هغه نور بېګنا کسان چي د قانع سره په يو وخت له مسجده زندان ته بېول شوې وه لا نه دي راخوشي شوي . قانع د تېرو نژدې لسو کلونو راهيسي دکندهار په ارګ بازار کي د ( افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځی ) په نوم دکان لري او تر اوسه يې ديو شمېر نويو او مهمو علمي ، ادبي او تاريخي اثارو د چاپ کار ترسره کړی دی . اټکل کېږي چي قانع به پنځه ويشت کاله عمر ولري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چین د المپيک د نړیوالو سیالیو د سروزرو لومړی مډال خپل کړ", "output": "د 2008 کال د المپیک د نړيوالو سیالیو کوربه هیواد چین د دې سیالیو د سرو زورو لومړی مډال خپل کړ.د ښځو د وزن پورته کولو په سیالیو کې تیره شپه یوه چینايۍ میرمن په دې وتوانیده چې خپلو رقیبانو ته ماتي ورکړي او د درانده وزن په پورته کولو لومړی د سرو زرو مډال خپل کړي.د چین خبری آژانسونه وایی چې د المپیک سیالۍ په چټکۍ رواني دي او تر اوسه د هيڅ راز ناوړه پيښو خبر نه دی ورکړ شوی .د المپیک سیالۍ د جمعی په ورځ د ماښام په اتو بجو د 10500 لوبغاړو په گډون د پیکن په( مرغۍ ځاله) لوبغالي کی پیل شوي دي .لومړني رپوټونه واېې چې د چین کمونیست پلوه حکومت د دې مراسمو د ترتیباتو لپاره 40 ملیارده امریکایی ډالر لگولي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کې به بيا عمليات پېل شي", "output": "د هلمندوالي محمد ګلاب منګل د کندهارپه هوايې ډګرکې د يوې خبري ناستې پرمهال په هلمندکې د نويو عمليا تو د پيلېدوخبرورکړ منګل په کندهارکې د افغان اونړيوالوځواکونوله قومندانانوسره تريوې غونډې وروسته خبريالانوته وويل چې د دغوعملياتو په ترڅ کې د ولسي وګړود مرګ ژوبلي د مخ نيوي په اړه يې د هم ږغى غونډه کړې . ده زياته کړه چې نوي عمليات به د هلمند په نادعلي والسوالۍ د مارجې په سيمه او د دې ولايت د مرکز لښکر ګاه په مرکزي اولويديځوبرخوکې ترسره شي . د هلمندوالي محمدګلاب منگل وويل چې له دغوعملياتوڅخه يې موخه يادې سيمي د دولت د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکول دي چې په پايله کې يې د پارلماني انتخاباتو لپاره زمېنه برابره شي اوپه سيمه کې د ټول ګټو پروژو چارې پيل شي . د هملند والي وويل چې دغه عمليات به دولسي وګړود مرګ ژوبلي د مخ نيوي په موخه تر ډيره پوري پلي ځو اکونه ترسره کړي . ده زياته کړه هغه سيمي چې د عملياتوپه ترڅ کې د دولت د وسله والومخالفينوله شتون څخه پاکېږي ترهغه و خته پوري به ګډ ځواکونه په کې مېشت وي چې ترڅو په ټولېزډول په کې ملي پوليس ځاى پرځاى شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوبهاما په ټولو امریکایې الوتکو کې د سختو تدابیرو د وضع کولو امرکړی", "output": "میرویس جلالزی د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما وروسته تر هغه د دغه هیواد په ټولو مسافر وړونکو الوتکو کې د شدیدو امنیتي تدابیرو د اتخاذ امر کړی چې تیره ورځ یو نایجریایی وګړی د امریکا د هوايي کرښې په یوه الوتکه کې د اورلګولو په تور توقیف او زندان ته اچول شوی دی. دغه نایجریایې وګړي په هغه امریکایۍ الوتکه کې چې ۲۷۸ تنه پکې سپاره وو او د هالنډ له امستردام ښار څخه د میشګان ایالت پر لور روانه وه د چاودیدونکو توکو په مرسته چاودنه وکړه اود ځان په ګډون یې دوه مساپر وسوځول. له دغې کوچنۍ چاودنې سره یو ځای مسافرو سړی ولکه کړ او سمدستي یې د پرواز د خدمې په مټ ونیوه او پولیسو ته یې حواله کړ. عیني شاهدانو وویل چې دغ کس د پټاقیو او د اورلوبو د وسایلو په مټ دغه چاودنه رامنځ ته کړي ده . بارک اوبهاما له دغې پیښې وروسته په ټولو پروازونو کې د شدیدو امنیتي تدابیرو د نیولو امر کړی او امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د ټولو شکمنو کړنو څارنه وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستان ٢٥ افغان حاجيان نيولي دي", "output": "١٣٨٣ د مرغومي ١٣ کابل : له کندهار څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې په کوټه کې پاکستاني چارواکو ٢٥ تنه افغان حاجيان نيولي دي . دوى په دې تور نيول شوي دي چې پاکستاني پاسپورټونه ورسره و . افغان حاجيان وايي پاکستانيانو دوى ته بلنه ورکړې وه چې د دوى له خاورې حج ته ولاړ شي . حاجيان وايي دوى ته ويل شوي و چې د پيسو په بدل کې به يې ټول اسناد چمتو وي . يو شمېر هغه افغانان چې په خليج کې کار روزگار کوي د افغان پاسپورټ د لنډې مودې او د گرانې بيې له امله اړ شوي چې پاکستاني پاسپورټونه په ناقانونه توگه د پيسو په بدل کې ترلاسه کړي . په دې وروستيو کې همدې ستونزې ته په پام سره د پاسپورټونو لپاره د افغانستان مسوولې ادارې د افغان پاسپورټ موده پنځه کالو ته اوږده کړې ده او وايي لگښت به يې د يوۀ کلنې مودې هومره وي چې له هيواده دباندې ١٠٤ امريکايي ډالره ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ملگرو ملتونو کې د امريکې نوى سفر ونومول شو", "output": "د بوش ادارې په ملگرو ملتونو کې د ام� �يکا د متحدو ايالتونو پخوانى سفير جان بولټن پر ځاى په خټه افغان امريکايى زلمى خليلزاد ونوماوه. د دغې خبري اعلان تيره ورځ د امريکې د بهرنيو چارو وزيري کانډوليزا رايس په يوې خبري ناستې کې وکړه. 55 کلن خليلزاد د بوش په اداره کې لوړپوړى مسلمان چارواکى دى نوموړى د افغانستان په مزارشريف کې زيږيدلى دى برسيره د انگليسي ژبې په فا� �سي او عربې ژبو هم پوهيږي. له کال 2003 څخه تر 2005 پوري خليلزاد په افغانستان کې د امريکې د سفير په توگه او وروسته عراق کې د امريکې د سفير په توگه دندې ترسره کړي دي. که خليلزاد د سنا له مجلس څخه د باور رايې تر لاسه کړي نو په ملگرو ملتونو کي به د امريکې دا لومړي مسلمان سفير وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امنتي چارواکي : په نښه سوي کسان وسلوال طالبان دي", "output": "احمد لودين په کندهار کي امنتي چارواکي وايي چي دارغنداب ولسوالۍ دتيري شپي په نښه سوي کسان ملکي وګړي نه بلکي وسلوال طالبان دي د کندهار دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر فضل احمد شيرزاد وايي چي نوموړي په نښه سوي کسان ټول وسلوال طالبان دي چي دلته يي د دولت پر ضد وسلوال فعاليتونه کول .د ده په خبره چي د وي له دير وخته ايساف ځواکونو تعقيبول چي تيره شپه يي بريد پري وکړ او په نتيجه کي يي پنځه تنه ووژل سوه او پنځلس تنه هم زخيمان سوه .خو په نښه سوي کسآن وآيي چي دوي ملکي وګړي دي آو دآنګورو په باغ کي يي په مزدورۍ سره کار کاوه ديادوني وړ ده چي ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار شمال لوري ته پرته ولسوالي ده چي په دي وروستيو کي د وسلوالو طالبانو فعاليت پکښي ډير سوي دي خو دولتي ځواکونه يي هم هر وخت تعقيبوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل-تورخم د لارې مسافر هر څه په پټه خوله تېروي", "output": "لیکونکی: سیدعبدالله ولي زیګرانو لوستونکو په وروستیو کلونو کې زه څو ځله د ماهېپر له لویې � �ارې تورخم ته لاړم او بېرته راغلم. پخوا چې زه کله ماشوم وم، چې په دې لاره به تېرېدم نو د ډول ډول تنظیمونو پاټکونو به ګاډي درول، یا به یې په سپینو سترګو پیسې ترې اخیستې او یا به یې هم غلاوې ترې کولې او په زور به یې ما� �ونه ترې لوټول، خو کله چې د طالبانو واکمني پیل شوه نو له دې لارې څخه دغه پاټکونه له منځه لاړل او ډېر ښه امنیت پکې جوړ شو، خو له بده مرغه د دې لارې سړک په اساسي توګه نه وؤ جوړ شوی او کله چې ښاغلی کرزی راغئ، نو د ټولو هېله دې ته وه، چې د افغانستان ټولې لویې لارې به جوړې شي او امنیت به په حاکم وي، خو لویې لارې څه نا څه جوړې شوې مګر د سم امنیت نښې نښانې پکې نه ښکاري. دا ځکه چې په لویو لارو کې د پولیسو او د غلو تر منځ توپیر نه کیږي، نو د دې لپاره ما نن دغه لنډ رپوټ چې په ځانګړي توګه د کابل تورخم د لویې لارې په اړوند دی ولیک.کله چې کرزی راغئ د طالبانو د واکمنۍ د نیمګړي کار د بشپړېدو هوډ یې وکړ او په ویجاړ او پاتې شويو سړکونو یې کار پیل کړ. زه د کار په مختلفو دورو کې په دغه لار تېر او بېر شوم، د سړک جوړونې کار ما ته ډېر اغیزمن تر سترګو شو، خو کله چې د تورخم د سړک جوړونې کار له سروبي څخه راواوښت، نو ما واورېدل چې د ماهیپر لاره بنده ده او ټول خلک باید د لته بند په لاره � �اړ شي. خو دا کار ماته ډېر عجیب په دې ښکاره، کیدا چې زما انډېوالان به راتلل او ویل به یې چې په ماهېپر راغلم او په لاره کې مې پاټکونو ته پیسې ورکړې. ډېر کسان مې ولیدل چې همدا خبره یې کوله، خو زه پکې شکمن وم حتی تر دې چې زه خپ� �ه څو ځلې په دې لاره لاړم. زه چې کله په لومړي ځل وروسته له بندښت څخه په دې لار تېر شوم زموږ ډرېور له پینځو تر شپږ و پاټکونو ته یې پیسې ورکړې او موږ ته یې د تګ اجازه راکړه. یوه ورځ، چې زه کله بېرته له تورخم څخه راستون شوم نو د سروبي په سېمه کې یې زموږ ګا ډۍ تم کا او موږ ته یې په دې لاره د تګ اجازه رانکړه، دا ځکه چې زموږ ډرېور د هغو پاټکچیانو په چل نه پوهېد چې څنګه پیسې ورته ورکړي، نو موږ بېرته وګرځیدو او په لته بند باندې کابل ته راغلو. کله چې ما دغه لار ولیده نو په دې لار تګ را تګ ماته ډېر ستونزمن کار تمام شو او دا پرېکړه مې وکړه چې نور به په دې لار نه راځم.څو ورځې مخکې زموږ دوستان راغلی وؤ نو د هغوی سره ما د ماهېپر په لاره تورخم ته سفر ګډ کړ. د لارې په اوږ دو کې بیا هم پاټک چیانو خپل باج له ګاډیو څخه اخیستلا او هغوی یې تنګول، خو زموږ موټروان په چل پوه وؤ پیسې یې ورکړي او ترې تېر شو کله چې زه او زما دوستان بېرته د سیپتمبر په دویمه نېټه راستانه شو، و د سروبي په سیمه کې د نغلو په پسته کې د پولیسو لخوا ودرول شو. زموږ ډرېور لاړ ترڅو له پولیسو سره وغږېږي او پیسې ورته ورکړي په دې م هال کې د پولیسو مشر د خلکو تګ وځنډاو. زه او زما ملګري له ګاډي ښکته شو او له ګاډي څخه د باندې ګرځیدو. ناڅاپه زموږ فکر څو نه زغمیدونکو پېښو ته شو. هلته مو ولیدل چې ډېر ګاډي راغلي او غواړي په دې لاره لاړ شي خو پولیس سره � �ه دې چې له هغوی څخه پیسې اخلي، ښه چلند هم نه ورسره کوي. هلته زما یو ځای ته پام شو چې د پولیسو مشر په یو ګاډي باندې ګوزار وکړ او د هغې د مخې هېنداره یې ماته کړه چې هغې ګاډي والا ته یې ډېر زیان ورساوه. وروسته له هغې د هغه ګاډي ډرېور د پولیسو سره په جګړه بوخت شو او د تاوان غوښتنه یې ترې کوله خو پولیس په ډنډو وواهه. بل ځای ته مې پام شو چې بل پولیس د ګاډیو ډرېوران او سورلۍ وهي او هغوی دې ته اړ کوي چې بېرته وګرځي. نو ما دغه پېښې و نه � �وی زغملی او هوډ مې وکړ چې دا باید په مطبوعاتو کې چاپ کړم. په دغه سفر کې زما سره ډاکتر سیدنصیر احمد چې له هالنډ څخه د څو ورځو لپاره مېلمه راغلی وؤ هم ګډ وؤ. ډاکتر نصیر د افغاني ټولنې د ناخوالو په اړه ځینې لیکنې هم کړي، خو د سروبي پاټک ورته نه زغمیدونکی سیمه ښکاره شوه او د خلکو زورول یې په سترګو ولیدل او ویې ویل چې باید دغه موضوع لوړپوړو چارواکو ته ورسېږي..باید یاده شي چې له دغو ((ملي پولیسو)) یا د لویو لارو د غلو او ډاله مارانو څ خه نه یوازې دا چې عادي خلک وځورېدل خو همدا ډول مېرمنو ته او ناروغو کسانو ته هم سپکاوی وشو او زما لاروي ډاکتر نصیر ته هم سپکې ورکې وویل شوې، خو د هغه په برخه کې خبره تر وهلو ټکولو و نه رسېدله، مګر بیا هم زما لپاره د یو م ېلمه سپکاوي بس و چې د دغه راپور په لیکلو لاس پورې کړم. د دې لپاره ما دا وپتیېله چې له هغې پیښو څخه انځور پورته کړم، کله چې ما کمره را وویستله د پولیسو مشر زه ولیدم او را ته نژدې شو کمره یې را څخه واخیستله او زه یې ووهلم. ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې؟ د پولیسو مشر راته و ویل چې دا محرم ځای دی تا ولې عکس واخیست. نو ماته هغه پخواني پاټک سالاري را په یاده شوه چې په هر ځای کې به یې خلک درول او پیسې به یې ورڅخه اخیستې. وروسته له ډېرو خبرو اترو زه یې د سروبي ولسوالی ته واستولم هلته چې زه کله لاړم په شعبه کې د شعار په توګه لیکل شوي وؤ ((تعذیب بزرګترین ګناه است.) ما یې له مسؤلینو څخه د معنی پوښتنه وکړه مګر دی عاجز پاتې شول او وویل چې ته زلمی یې ولې په دې لاره راځې. هلته وروسته له بشپړو تحقیقاتو څخه زه خوشې شوم د تفتیش مسؤل عبدالکبیر نومېده، د تحقیق په ترڅ کې د افغانستان اساسي قانون مې تر سترګو شو نو کله مې چې پرانیسته په دویم فصل کې د اتباعو د حقوقو په برخه کې مې و م وندل چې هیڅوک نه شي مجازات کیدلای ترڅو محکمه پرې حکم و نه کړي او ما دا خبره دغه ښاغلي ته وکړه او همدا ډول مې ورته دا په ګوته کړه چې زما په کمره کې ستاسو د سیمې عکسونه نه شته دي، نو ځکه، ستاسو په اړه کوم جرم هم نه دی کړای مګر ستاسو چارواکو زه پرته له تحقیق، څېړنې او جرمه و وهلم، خو دغه ښاغلي راته و ویل چې زه هم نه پوهیږم چې تا په کوم جرم ونیسم! ماته هم دا په زړه پورې وه چې د دغه بې پاسخواستۍ لامل څه دي پوه ده که نا پوهي او که بې ځایه احساسات دي. تقریباٌ زما دری او څلور ګنټې په دې ځای کې ضایعې شوې. زه پخپله د سولې هڅه یا تلاش صلح د میاشتنۍ د کم پیوټري چارو مسؤل یم او د ژورنالیستیک مورال او مسؤلیتونوپه اړه پوه یم نو ځکه ما ته د دغو ډاله مارانو کا� �ونه او د خلکو سپکاوی د منلو وړ نه وو او ومې غوښتل چې د دغه جنایت پیښې عکاسي کړم.د یادونې وړ ده چې کله پر ما د پولیسو مشر ګذار وکړ نو ډاکتر نصیر زموږ تر منځ شو او زما د نورو وهلو مخنیوی یې وکړ او کله یې چې زه د سروبي و� �سوالۍ د استخباراتو څانګې ته واستولم نو زما ملګرو په دې لاس پورې کړ چې ما د دغه ځناورانو له منګولو څخه خلاص کړي.دغه ملګرو د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تیلیفونونه وکړل چې په دې ترڅ کې د ښاغلي جنرال سیدعزیزاحمد، ښاغلی جنرال مجید روزي، ښاغلی جنرال غلام محمد خان، ښاغلي جنرال شفیق احمد د سروبي د امینې قوماندانۍ چارواکو هلې ځلې د یادولو وړ دي.کله چې د سروبي له بنده را خلاص شوم نو د ښاغلي جنرال مجید روزي د چارواکو په مرسته له پاټکه تېر شو او د کابل- تورخم د لویې لار په لېواء کې د لنډې مودې لپاره د ښاغلي جنرال مجید روزې مېلمانه هم شو، چې به دې برخه کې زه او زما ملګري د ښاغلي جنرال مجید روزي د دغه نیک ګام څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې ده ته لا بریالیتوبونه غواړو او په دې هېله چې د سروبي لویې لارې تر یوې سمې ادارې لاندې راشي.ما چې کله دغه کسان ولیدل نو ومې ویل چې په رښتیا هم په دې ځای کې د پولیسو او د غلو تر مینځ توپیر نشته ځکه غلو هم پیسو ته سترګې پټې کړي وي او م لي پولیسو هم پیسو ته سترګې پټې کړي دي، اما څه شی چې پکې زیات دی هغه د خلکو ځورونه ده. یعنی زما مطلب دا دی چې پولیس د غلا څخه سربېره خلک هم ځوروي او دومره یې تنګوي چې هغوی په خپله کړنه پښیمانه کړي.تاسو ګمان وکړئ که دغه پېښه له یو داسې چا سره ترسره شوې وای چې واسطه یا پېژندل شوي خلک یې نه پېژندلای نو بیا به له داسې کس سره څه ترسره شوي وای پرته له جرمه به یې څومره موده په بند او ځورېدنې تېرولي؟ګرانو لوستونکو ما تاسو ته دغه ګزارش وړاندې کړ دا ځکه چې د دې لارې وګړي د دغه دوه نیمو لسیزو په اوږدو کې د ماهېپر له لارې سمه خاطره نلري ځکه غلا ترې � �وي، ټکول شوي دي او ډېر نور کارونه ورسره شوي دي. خو اوس هغه وخت نه دی اوس باید دوی په آرامه توګه لاړشي او په آرامه توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړي مګر ما چې ولیدل اوس هم هماغه حالت دی، نو ځکه ما دا رپوټ جوړ کړ تر څو مسؤ� �ینو ته ورسیږي او د دې لار په اړه جدي پرېکړه وکړي. ما واورېدل چې دا سړک د وزیرانو د شورا د پرېکړې پر بنسټ بند � �وی دی مګر زه چې ګورم پیسې د هغوی د پرېکړې ماتیدونکې دي، نو ځکه زه دا غواړم چې باید دا پاټک چیان له منځه لاړ شي، ځکه سړک جوړ دی او باید خلاص شي او که چېرې نه خلاصیږي نو باید قطعي بند شي ترڅو نه خلک وځورول شي او نه ترې پیسې واخیستل شي. په دې هېله چې ټول پاټک چیان ختم شي. کله چې ما دغه لیکنه ختمه کړه نو له تلویزیون څخه مې واورېدل چې د آریانا تلویزیون کمره چې غوښتل یې له دغې جنایت څخه فلم واخلي او ټولو هېوادوالو ته یې وښیئ هم په دې څېر د ځناو� �انو لاس ته لویدلې وه او تقریباٌ نیمه ګنټه یې کمره له پولیسو سره بنده وه. ما چې کله دا خبره واورېدله نو ماته خپل محلی متل را په یاد شو چې ویل کیدل: ((موږ یې عمرالدین ژاړه، قمرالدین یې په خره سور � �اغئ))."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند : ٧ تنه پوليس ووژل سوه", "output": "احمد لودين په هلمند ولايت کي ٧ تنه پوليس ووژل سوه د هلمند د والي وياند داوود احمدي وايي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار د پنجاو پر پوستې بريد کړى او ٧ پوليس يې وژلي دي . احمدي وايي چې وسلوالو طالبانو يو پوليس له شپږ ميله وسلو له ځانه سره وړى دى . د احمدي په وينا، دوه پوليس چې له بريده روغ وتلي او له طالبانو يې ځانونه پټ کړي وو، تر پلټنو لاندې دي . طالبانو تر دي مهاله څه نه دي ويلي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صنم", "output": "خلاصه دروازه کړه يو ځل بيا صنم زړه مې ديدنونه غواړي ستا صنم واچوه کچکول ته مې د حسن خير مه مې شړه تش لاس بينوا صنم غم راته هغه ساعت نه مخه کړه تا چې ګرځولې راته شا صنم زړه د رقيب هم سوځي په حال زما ستا زړه دی چې نه سوځي په ما صنم نشته نه وفا او پقا په کې څله دې نازيږې په ښکلا صنم دوه ورځې دنيا ده ( صميمي )وايي مه ګرځه مغرو ره په دنيا صنم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دامینه قومندان سره دساتونكي ووژل شول.", "output": "دكورنيوچارووزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولوس� �ه دشنبې په ورځ خبروركړچې دهرات دفارسي ولسوالۍ دميان رودكلي په مربوطاتوكې نن سهارديوځاې پرځاې شي ماين له ام� �ه ددې ولسوالۍ دامنيې قومندان سره ديوساتونكي ووژل شول.پيښـه هغه وخت رامنځته شوه چې دنوموړي قومندان موټر په ماين وْر برابرشوچې له امله يې دقومندان په شمول يوساتونكى ووژل شواو۶ نورساتونكي هم ټپيان شول.ياده دې وي چې خبرپاڼې دانه دي ويلي چې پيښه دچارله خوارامنځته شوې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زخمي احساس", "output": "زخمي احساس تورې تیارې خنجر په لاس سپینه سپوږمئ مې وژنيدخزانونو سترګې سرې دي ګل غوټۍ مې وژني د ژوند میرو کې تږی تږی سرګردانه ګرځمجانانه لاس راکړه چې تنده لیونۍ م ې وژني د ژوند رباب نن غږوي راته م� �ګوني نغمېښکاري وختونه د خیالونو درخانۍ مې وژني د نسیم زلفې د شبنم په اوښکو و لمبیدېقاتل خزان د زخمي ګل تږې سلګۍ مې وژني بیا د ژوندون پر اننګو د م� �ګي غشي خښ ديد غم حالات د ارما نو نو ناوکۍ مي وژني خیال مې زخمي احساس زخمي زړه مې زخمي زخمي ديخوني دیوان د غز لو نو ښاپیرۍ مې وژني نصرته څو به لا مزل کوم د وینو په لارقاتل باڼه د دلبر سترګې خونړۍ مې وژني"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لېونتوب", "output": "لېونتوب ليکوال:ديدارگل ـ وشرمېږه ! ـ له څه نه ؟ ـ له ځانه دې ـ ته ودرېږه چې زه داهنداره پاکه کړم ماپورې خوداسې څه نه دي نښتي چې پرې وشرمېږم !! ـ په ست� �ګوکې دې غول خیشته دي په څه به وشرمېږې ـ ته ودرېږه ..دخدای ظالمې زماپه سترګوکې خوزماخوبونه اوامېدونه دي . ـ خوبونه دې خدای دوزخونه کړه ـ ولې ؟اخرڅه خبره ده ؟ ـ هېڅ خبره نشته ،دلېوني زویه پرون شپه دې زماپه مخ چک لګولی دی ،تراوسه یې داغ پاتې دی ،دهرچاسترګې غلې ،غلې اوپه شک راګوري مورمې راته په غصه ده دهمغې شپې په سهاریې په خپل ځای کې لیدلې یم دادخدای فضل وچې خواښې مې په هغه سهاردوخته تلې وه کنه نوڅه به یې ویل چې له واده نه مخکې یې داکارونه له نوروسره شوروکړي دي .) ددوۍ دواړوله خفګانه خاموشۍ خپل وجودجوړکړاودکوټې دسات له نږدې خوااوشانه پرته یې ټوله کوټه خپله کړه . پتنګ دسپوږمۍ مخ ته کتل خودهغې له سوزه ډکې سترګې دزمکې په مخ کې ورکې وې . راپاڅېدو،ورپه منډوشوسپوږمۍ سرپورته کړله کړکۍ نه راننوتې رڼانه یې لرې اسمان وکتل اوپتنګ یې په پښوکې ورغښته اوداخبره یې بیابیاکوله : ماوبخښه !مابدکړي ،ماغول خوړلي زه به بیاداسې نه کوم زه به ژوندته کنځلې وکړم خوتاته به څه ونه وایم که ته وایې نوزه به دخپل روح ټوله ماناستاپه پښوکې کېږدم زه به په هنداره کې اجنبي شم ،ځان به هېرکړم خوتابه هېره نه کړم . سپوږمۍ ورټیټه شوه راپایې څ اوه ځان ته یې مخامخ په پالنګ کېناوه دپلوپه پیڅکه یې ورته اوښکې پاکې کړې ځان ته راجوخت کړخوسینې ته له جوختېدوس� �ه یې لاپه چغوشوبېرته یې له ځانه لرې کړاولږپه غصه ناک اندازیې ووېل: ـ په تاڅه شوي ؟مادرسره ټوکې کولې بانې خولږنه دي خوڅه بله بانه به مې کړې وه دانوڅه خبره ده چې ته ورته داسې کمزوری شوې ؟ ـ نه!نه یې منم ستازړه مې ازارکړی دی شابه ماته سزاراکړه . ـ څه سزا!!؟اودڅه شي سزا؟ ـ ددې سزاچې ستازړه مې خفه کړ ـ اوف !خدایه داڅه په لېوني مې سردی ؟ نه یمه خفه ظالمه له تابه څوک خفه شي تاچې هرڅه کړي وي مابخښلی یې ته خوزماځان یې ،زماحوصله یې ،ته خوماته دحکمتونوسمندریې ،ستاله سترګوخوماته ستوري سلامونه کۍ . اوبیایې سینې ته راجوخت کړ،لږسات بیاخاموشي شوه اوبیایې ترې په منډه دوه درې ګامه شاته واخیستل ـ نه! نه!ته دروغ وایې ستاسترګې داوایي چې له مانه خفه دي داخوزمااوښکې دي چې ستادغصې دوزخ یې وژلې کنه نوته له مانه عم� �ي خفه یې ستاپه روح له دې غلطۍ نه وروسته بې باوره شوی یم ،زه باېدوشرمېږم ماپورې ددې ټولې دنیاشرمونه نښتي دي ستامخ پرېشانه دی اوزه لاخوشاله یم ؟زه باېدمړشم زه باېددکمره لاندې شم زه باېدله خروسره اشنایي وکړم زه انسان نه یم ته مې خفه کړې یې زه باېدخفه شم زه باېدله سترګونه ټوله رڼاوشړم . اوپه درېیم ځل هم خاموشۍ ته وجودپه ګوتوورغی ؛له لږسات وروسته یې سپوږمۍ ته ټینګه غاړه ورکړه ـ مابدکړي مامعاف کړه ـ بیادې شورووکړه!!؟ ـ نه داخبره دومره نه وه لکه څومره یې چې ماستانه په بخښنې غوښتلو کې ستازړه ازا� �کړ. ـ زمازړه نه دی خپه ته زمانیازبین جانان یې . ـ ښه !یانې معاف دې کړم !!؟ ـ بلکل مې معاف کړې پتنګ له سپوږمۍ نه ډېرخوشاله روان شو،خودې فکرونوچې سپوږمۍ به یې خپه کړې وي ځان هم ترې هېرکړدسپوږمۍ هرډاډاومسکاورته دروغجنه ښکارېده سهارچې خلکوژوندته دتېرولوچلونه جوړول نوانسانان خوڅه کوي چې مرغیویې هم په مرګ وژړل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسلام آباد: د پوځ په قوماندانۍ د برید په تور ۲۰ شکمن کسان نیول شوي", "output": "میرویس جلالزی د پاکستان استخباراتو نن د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په لاهور ښار کې یې د پوځ په عمومي قوماندانۍ د برید په تړاو شل شکمن کسان نیولي دي. دغه کسان له یو شمیر هغو کورونو نیول شوي چې ویل کیږي برید کونکو پکې شپې کړي او له هغه ځای څخه یې د اردو په قوماندانۍ برید تنظیم کړی وو. د استخباراتو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه کسان یې د عاقل احمد او الیاس عثمان له اعتراف څخه وروسته نیولي دي. یاد شوي دوه کسان د دغه برید اصلي په لاره اچونکي ښودل شوي دي او عاقل احمد له برید وروسته په ټپي حالت کې نیول شوی دی. تر اوسه نه ده څرګنده چې نیول شوي کسان د کوم هیواد وګړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجاوا لنډه پيژندکلوي", "output": "دجاواژبې لنډ شا� �ید جاوا ژبه په کال 1991 کې جوړه شوه په لومړیو کې یې د اوک Oak نوم ځان ته اخیستی وو، نوموړې ژبه د جیمز ګاسلینګ تر نظر لاندې د گرین Green نومې پروژې لخو ا مخته تلله. پسله دې چې ځان یې د انټرنټ سره ونښلوه نوم یې د اوک څخه و جاوا ته واړوه، تر څو وکولای شي ځان ته تجارتي بڼه ورکړي.، Netscape Navigator په کال 1995 له دې ژبې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، او د خپل پروګرامونه په بعضي حصو کې یې کار تر واخیست.، او په همدې کال په اخیر کې مایکروسافټ خپل په پوستکالو کې وکاروه، له هم هغه وخته جاوا خپل نوم د نړۍ پر مخ پورته کړ. · په کال 1996 کې د سن مایکروسیسټم له خوا یې د Java Development Kit په نامه برخه یې غښتلې کړه. · په کال 1997 کې سن Sum کمپنۍ د مایکروسافټ پر ضد شکایت وکړ، او نوموړی شرکت یې په دې تورن کړ چې خپل په پریکړه لیک باندې وفا یې نه ده کړې او جاو ا یې په Internet Explorer کې کارولې ده. · سن شرکت د JDK2.1 Swing تر نامه لاندې یو بل پوستکالی د ګرافیکي چارو دپاره و نړۍ ته وړاندې کړ، اوس مهال د نوموړي پوستکالي پنځمه نسخه راوتې ده. جاوا د یوې ژ بې په حیث د پروګرامونو د جوړولو دپاره توزیع شوې ده، او یوه پيږندل شوې ژبه د نړۍ په سطح ده،نوموړي ژبه ویوه کا� �کوونکي ته دا زمینه برابر وي چې ډیر جالبه پروګرامونو )پوستکالي(، د ویب پاڼو دپاره غښتلي صفحې او داډول نور زړه وړونکي پروګرامونه جوړ کړي. اوس م هال کومې ویب پاڼې چې دچټ کولو، د فورم کې لیکنې خپرول، د محاسباتو اجراء کول ، او دایمیل له لارې د نویو خبرونو لاس ته راوړل.، داټوله دجاوا له برکته دي. جاوا یوه مستقله ژبه د عامل سیسټم څخه ګنل کیږي، په دې مانا که تاسو یو پروګرام په دې ژبه باندې جوړ کړی، نوموړی پروګرام بیله کوم بل پوستکالي په کارولو سره په هر سیسټم عامل کې کار ورڅخه اخیستلی شئ، له امنیت له نظره هم ډیره ښه بریښي. اوس مهالد نړۍ ډیری غټ او واړه شرکتونه له دې ژبې په کارولو سره دخپل شرکتونو د اړتیاوړ پوستکالي جوړوي.. له دې نه وروسته به ددې ژبې له لومړیو پروګرامونو څخه نیولي بیا تر پورته پروګرامونه پورې به په دې ویب پاڼه کې تاسو ته وړاندې کړم.. تیمورشاه یوسف زی هرات -- افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چین: په اورمچي کې ۱۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته", "output": "میرویس جلالزی له افغانستان سره په ګاونډ کې د چین د پراته سینک یانک ایالت په اورمچي ښار کې د قبیلوي تاوتریخوالو له پیل � �اهیسي د وژل شویو کسانو شمیره ۱۴۵ او د ټپیانو هم ۸۳۲ تنو ته ورسید.تاوتریخوالي هغه مهال د یکشنبې په و� �ځ پیل شول چې دغتله د اویغور قوم میشتو مسلمانانو له بلې میشتې چینایې لږکۍ سره جګړه پیل کړه.پولیس وایې چې اویغوریانو په اورمچي ښار کې شاوخوا ۲۰۰ موټر او په همدې شمیر د استوګني کورونه او دوکانونه هم سوځولي دي.اویغور مسمان قوم له کلونو کلونو راهیسې دغلته د خپلواکۍ او ډیرو حقونو د درلودو غوښتنه کوي خو د چین ح کومت د هغوي غوښتني د چین ملي یو والي او ځمکنۍ بشپړتیا ته سپکاوی بولي.معترض ایغوریان د اورمچي په ښار کې د شورش ضد پولیسو سره په څو مواردو کې لاس او ګریوان شول او یو شمیر د پولیسو له خوا نیول شوي هم دي. د دې خبر تر خپریدو پوري د چین د سینک یانک ایالت په اورمچي ښار کې چې پکې یو شمیر افغانان هم ژوند کوي او د افغانستان له بدخشان ولایت سره ګډه پوله لري، د تاوتریخوالو د خطمیدو په اړه څه نه وو ویل شوي.ویل کیږي چې د سینک یانک په ایالت کې نږدې دوه نیم ملیونه ایغوري مسلمانان ژوند کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاناډا: په کندهار کې د وژل شوي خبریالې په نوم د ژورنالیزم بورس ونومول شو", "output": "میرویس جلالزی په کندهار کې د کاناډایۍ خبریالې میچل لینګ په نامه باندي د کاناډا د کن ویست خبري آژانس له لوري د فیلوشيپ یو پروګرام ونومول شو. دغه خبریال د دندې پر مهال د ماین په یوه چاودنه کې دوه اونۍ دمخه د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې ووژل شوه. میچل لینګ له ډیرو کاناډایي ټلویزیونونو سره دنده تر سره کړي وه او د کاناډا په کچه یوه وتلي خبریاله وه. اوس به هر کال د پچې په اساس له افغانستان څخه یو یا هم دوه خبریالان غوره کیږي او د دغه پروګرام له لاري به کاناډا ته د ژورنالیزم د اصولو د روزلو لپاره د کاناډا د کن ویست آژانس په بلنه لیږل کیږي. میچل لینګ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتني قبيلې و پيژنئ ! شپاړسمه برخه(بابي)", "output": "زموږ پښت پو هان ( نسب پيژندونکي) د بابي يا با بيانو قبيله دپښتنود غر غښت د ټو لنيز ګروپ پورې تړي٠د پښتني شجرو له مخې بابي څلور زامن درلودل چې ميرزی،سرو، عزرائيل او کتوزی نو ميدل چې ميرزی په شلو خيلو،يحيی زيو او حيدرزيو او کتوزي په ياسين زيو، ادريس زيو او صايب زيو با ندې ويشل شوي دي٠ د تا ريخ حيات افغا ني په قول چې د مخزن افغاني نه يې روايت کړی دی وايي چې بابي په پيل کې په خپلو څلورو زا منو با ندې د څلورو سپيڅلو او مقر بو پر ښتو(ملائکو) نومونه ايښي وو ،چې نورو پښتنو هغه ملامت کړاو هغه هم د هغوی نو مو نه بدل کړل، خو يوازې د عزرا ئيل نوم په خپل پخواني حالت تر او سه هم پاتي دی٠ بابيان په کند هار ٠کندز،کلات نصير خان او د سهيلي پښتو نخوا په بوري،چمن او د کوئيټې په شا بو نو مي کلي کې مېشته دي٠د پاکستان دسنده ايالت په مر کز کر اچۍ کې هم يو شمير با بيان استو ګنه لري ٠ همداراز د هندو ستان دګجرات ايالت په جو ناګړه کې هم بابيان استو ګنه لري او د1747 ميلادي کال نه تر 1948ميلادي کا ل پوري با بيانو د جو ناګړه په سيمه کې يو پښتني ر ياست درلود٠ډپټي حيات خان په خپل مشهور اثر تاريخ حيات افغاني کې چې په اردو ژبه کښل شوی او وروسته په انګريزي او بيا په کابل کې په پښتو تر جمه او چاپ شوی دی دبابي پښتنو په اړوند داسي ليکلي دي: بابيان په کند هار او کلات نصير خان کې ډير با همته سو داګران دي او د خپل غوره سلوک اونرم چال چلند په و جه د ښه ژو ند څښتنان او اکثره يې شتمن دي٠همداراز ددغې قبيلې خلک په ميړانه کې هم ښه شهرت لري. دبابيانو دستور کټ مټ نورو ګاونډي پښتني قبيلو ته ورته دی٠د روسي نا متو اتنو ګر افر ستا نيشفسکي داتنو ګرا فيکو معلو ما تو پر بنسټ د شلمې پيړۍ په لو مړۍ نيما يي کې دبابيانو شمير په افغا نستان او سهيلي پښتو نخواکې ٨٥ زره تنه ښودل شوې دی٠بابيان ډير ښه شا عران، ليکو الان او هنر مندان لري٠په او سني وخت کې لطيف جان بابی د پښتو خوږ ژبې سندر غاړی دی٠ د هندوستان د جو نا ګړه د پجود د سيمي نواب او د هندي،ا� �دو او ګجراتي ژبو مشهور شاعر عما دالدين خان بابي چې په رسوا مظلوم سره هم متخلص و دروان ٢٠٠٨ ميلادي کال داپريل په ٢٤ نيټه يې له دې فا ني نړۍ نه ستر ګي پټې کړې٠ همداراز د هند دسينما فلمي اداکاره پروين بابي١٩٤٩-٢٠٠٥ ميلادي هم بابي پښتنه او د جو نا ګړه د بابي پټانانو(پښتنو) په کو رنۍ پورې يې اړه در لوده٠ د هندوستان د ګجر ات ايالت د جونا ګړه دسيمي بابي نوابان:د جو ناګړه سيمه چې د هند دګجرات په ايالت کې مو قعيت لري يوه تا ريخي او پخوانۍ سيمه ده چې د سنسکرت په پخوانيو او زړو متو نو کې يې ذکر او يا دونه شوې ده٠په دغه ښار کې ډيرې لر غو ني کلا ګاني او تا ريخي ودانۍ شته چې د معمارۍ د هنر له مخې د ډير اهميت وړ ګڼل کيږي٠ پر دغې سيمې باندې مو ريانو،سلونکيانو،مغولو،افغا نا نو او انګريزانو واکمني چلولې ده، خو دلته زموږ د بحث مو ضوع هغه پښتا نه با بيان دي چې پر دغه سيمه يې تقريبا ٢٠٠ کلونه واک درلود٠ د پښتنو بابي نوا بانو د جملې نه لا نديني نوابان در پيژنو٠ بايد وويل شي چې دغو بابي نو ابانو ته خانجي هم وايې ،ځکه چې هند يان په مجموع کې افغانان او په تيره بيا پښتانه يا پټها نان ته خان صا حب او خا نجي هم وايي٠ ١- نواب بهادرخان بابي:نواب بهادرخان د صلابت خان زوې، دصفدر خان لمسی او د جعفر خان کړ وسی دی ٠ويل کيږي چې ددوی کورنۍپه اصل کې له کند هاره د جو نا ګړه سيمې ته تللي او هوري ميشته شوي دي٠ نواب بهادر خان با بی د هندوستان د مغو لي واکمنۍ په وخت کې د پو هې او ميړ نتوب په وجه د ديوان خطاب تر لا سه کړ او دګجرات په ايالت کې دوې سيمې ده ته د جا ګير په تو ګه ور کړل � �وې٠ده همداراز ده د احمد اباد د حا کمانو سره هم ډيرې ښې اړيکي در لودې ، همدا وجه وه چې دوی ورته د بيرم ګام ،بيجا پور او بار ها رچه سيمي د اجارې په تو ګه ور کړې٠ نواب بهادر خان بابي د مهارا شټرا د پو نې د پيشوا سره هم دو ستانه اړيکې ټينګې کړې وېاو د پيشوا له خوا هم ده ته د سر بلند خان لقب ور کړل شوی و٠د نواب بهادرخان بابي دنوابۍ په وخت کې يوبل بابي پښتون ته چې کمال الدين خان بابی نو ميد د بالاجي راؤ له خوا په ګجرات کې د پيران پتن،بړنګر،بيس نګر،سمي، مينچور، تهراد، بيجا پور او کمرالو سيمي د جا ګير په تو ګه ور کړل شوې٠په ١٨٠٢ مي� �ادي کال هغه وخت چې پيلاجي نومي د جو نا ګړه د نيو لو پريکړه وکړه،نو نواب بها در خان با بي دخپلې پو هې او تد بير په و جه د هغه سره سو له و کړه٠نو موړی نواب په ١٨٠٢ ميلادي کال کې له دې فاني نړۍ نه ستر ګي پټي کړي٠ ٢- نواب مها بت خان بابي:نواب مهابت خان د نواب بهادر خان زوی دی او هغه وخت يې چې لا پلار نواب بهادر خان بابی ژوندی و نو ده ته يې د نوابې دنده او چارې ور سپارلې وې٠دده دنوابۍ په وخت کې يو تن چې جګنات جهاله نو ميد او يوه اندازه پو ځي ځواک يې تر لاسه کړی و،دنواب مها بت خان په سيمه کې يې په لاس وهنو لاس پورې کړ، خو نواب مهابت خان نو موړی تنبيه او غو ږو نه يې ور تاو کړل، چې بيا وروسته جګنات نو می د پور بندر سيمي ته وتښتيد او دا هغه وخت وچې ا نګر يزانو د اوړيسا سيمه د نواب سراج الدوله نه نيولې وه او ابدالي احمد شاه بابا د مر هټه وو د ځو اکو نو سره په جګړې بو خت و٠نواب مهابت خان په ١٨١٨ ميلادي کال کې د يوه تن له خوا چې ځان يې مسلمان عرب ګا ڼه ونيول شو او داوپر کو ټ په کلاکې بندي شو،خو کله چې د نواب مهابت خان اکا، نواب کمال الدين خان بابي له دې پېښې خبر شو د پيران پټن له سيمې يې لښکرې راټولې کړې او پر مظفر خان باندې چې د نواب مهابت خان پر ځاې ټاکل شوی و بريد وکړ او نواب مهابت خان يې له بنده و ژغوره او د نواب صاحب د خور خا وند شها مت خان بابې چې د شيخ ميا يلاول سره بندي و د ديوان جي په مر سته خو شي کړ٠نواب مهابت خان د خپلې نوابۍ په و خت کې ډيرې سيمې ونيولې چې د هغو د جملې نه د کو تيا نه تلاجه او د منګلور د کلاوو نيول دي٠ همداراز نواب مهابت خان هغه کسانو ته هم سزا ورکړه چې د ماليې د ور کو لو نه به يې سر غړ ونه کو له او دها لار جهالا،اراود او د کچ د سيمو د خلکو شتمنۍ به يې لو ټولې٠ نواب مها بت خان د ديوان جي په مر سته د بابر پاواړ په نا مه هغه لو ټمارې ډلې هم و ځپلي چې دنا ګهر،کا تهياوار او لا ونګ پر سيمو يې بر يد ونه کول٠نواب مهابت خان بابي د منګلور پر سيمې له دې کبله بريد وکړ چې د پټبن د پر ګني خلکو ده ته شکايت وکړ چې د سو ترا پالارا د سيمې جا ګير دار چاند پټني له لاسه پوزې ته راغلي دي،نو هماغه و چې نواب مهابت خان امر وکړ چې د سو ترا پالارا کلا دې فتحه شي او هما غه و چې د يوې ميا شتې په تر څ کې يې نو موړې کلا ونيوله، خو چاند پټني په عذر او زاريو لاس پورې کړ،وروسته يې نو موړې کلا ور خوشې کړه او چاند پټني د ګورکهه مد هي سيمې ته و تښتيد٠تر دې سو بې وروسته نواب مهابت خان بابي د اولکه دوارکان د کلا دنيو لو هوډ وکړ٠ دا داسي کلکه،پياوړې او پخه کلاوه چې تر اوسه پورې يې څوک په نيو لو نه و بر يالي شوي٠نواب مهابت خان بابي د غه کلا په ډيرې ميړانې ونيوله او هغه شتمني او لوټ شوي ما لو نه چې د ځينو لوټمارانو له خوا دعر بو په سمندرګې اودمسقط په سواحلو کې دعر بو، سند هيانواو پر نګيانو نه لوټ شوي وو او په دې کلا کې مو جو دوو د نواب صا حب لاس ته ورغلل٠تر دغې سو بې ورو سته نواب مهابت خان په ١٨٣١ ميلادي کال کې له دې فاني نړۍ نه دتل له پاره ستر ګې پټې کړې٠ لنډه داچې دنواب م هابت خان د خپلې سپيڅلتيا او زړورتوب په وجه د ټو لو خلکو په زړونو کې ځای درلود٠ ٣-نواب حامدخان بابي:نواب حامد خان بابي د نواب مها بت خان ځوی و٠کله چې يې پلار وفات شو نو دی په جو ناګړه کې نه و او کله چې د خپل پلار له مړ ينې خبر شو نو ډير ژر يې ځان جو نا ګړ ه ته را ورساوه ٠دده مور سبحان کنور نو ميد له او هغه وخت چې نو موړی د جو ناګړه د سيمې دنوبۍ پر ګدۍ کښيناست نو ا ته کلن و٠ په دغه وخت کې يو شمير جا ګيردارانو لکه عبدل خان بابي او مختارخان با بي د بغا وت جنډې پو رته کړې ،خو وروسته نواب حامد خان بابي پر هغوی پر يد وکړ او د بفتهلي پر کلا يې چې قبضه کړې وه هغه يې بير ته ځينې ونيو له٠ په دغه وخت کې د پو نې دپيشوا يو تن صوبدار چې امرت راؤ نو ميد د ماليې دراټو لولو په پلمه ددوی پر سيمې ير غل وکړ،خو وروسته ددوی تر مينځ سوله وشوه او امرت راؤ احمد اباد ته لاړ څو په هما غه ځای کې د يوه عرب له لاسه ووژل شو٠تر هغه وروسته نواب حامد خان بابي د واګهر پر سيمې بريد وکړ او دنسوه کلا يې ونيو له او د ډيرو سو غا تونو او غنيمتو نو سره جو نا ګړه ته ور ستون شو٠همداراز نو مو ړی د امريلي کلا هم ونيوله او جيو راجي سالم ته يې ما تې ور کړه او شيخ ميا قا ضي نو مي چې د منګلور په سيمه کې يې د فساد اورونه بل کړي وو تنبيه کړ، خو وروسته نواب دهغه ټو لې ګناوې وبخښلې٠ همداراز دنواب حا مد خان بابي د نوابۍ په وخت کې ديوړه، خا ګيسري،دلواړهاو دادنه پياوړې کلا ګانې هم فتحه شوې٠نواب حامد خان بابی يو پراخ نظ� �ه انسان و٠ ده دټولو مذ هبو نو پيروانو او لارويانو ته درناوی کا وه او دهندوانو دهو لي او ديوالي په جشنونو کې به يې ګډون کاوه٠دنواب حامد خان بابي او دده د مخا لفينو تر مينځ ډيرې جګړې وشوې چې په دغو جګړو کې نواب حامد خان بابي ډيرې سوبي کړي دي چې ددغو سو بو په لړ کې د لا ندنيو کلا ګا نو نيول شا مل دي٠ دسوترا پا� �اه،کيسوج،ماليه او کو تيانه د کلاوو فتحه٠نواب حامد خان بابي په ١٨٦٧ ميلادي کال کې وفات شو٠ده ٣٦ کاله،درې ميا شتي او پنځه ورځې نوابي وکړه٠دی يو غريب پا لونکی او دښو کړو وړو څښتن و٠ دسيمي خلک پرې ډير ګران وو او تل به يې د هغوی مر ستې ته ور دانګل٠ ٤- نواب بهادر خان بابی:نو موړی دنواب حامد خان بابي زوې واو په ١٨٥١ کال کې دکنور بائي له بطنه و زيږيد٠دي اتلس کلنو چې دجو ناګړه دسيمې دنوابۍ پر ګدۍ کښيناست او دا هغه وخت وچې انګر يزان د امر يلې او کو ړي نار سيمې لاندې کړې وې٠په ١٨٦٩ ميلادي کال کې په ګجرات کې کاختي � �اغله ځکه چې بارانونه نه وو اوريدلي او ډير خلک دلوږې له لاسه مړه شول٠همداراز په١٨٧٥ ميلادي کال کې په ګجرات کې سخته زلزله وشوه چې ډير خلک پکې سټ او تبا ه شول٠له بلې خوا انګرېزي پو ځونو خپل پر مختک ته ادا مه ورکوله،څو په ١٨٨٦ ميلادي کال يې بيلسن نومی انګريز د جونا ګړه دسيمې نا ظم وټاکه٠ نواب بهادر خان بابي په ١٨٩٦ مي� �ادي کال کې د٤٥ کلونو په عمر وفات شو٠ تر نواب بهادر خان بابي وروسته نواب محمد رسول خان بابي ١٨٩٢- ١٩١١ او ورپسي نواب محمد محبت خان١٩١١-١٩٤٨ پورې د جو ناګړه دسيمي پښتانه نوابان وو،چې د هند تر خپلواکۍ وروسته١٩٤٧ م پورې ددغې نوابۍ ټغر هم مخ په ټو ليدو شو٠ ( نوربيا ) &nb; sp;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزی ته د جوادي لیک", "output": "د بینوا دبریښنا پاڼې قدرمنو اوزړه ته رانږدې لیدونکو او اوریدونکو نیکې هیلې او پیرزوینې مې ومنئ . وروسته له سلامه، ګرانولوستونکو دا څومره په زړه پورې او ښه خبره ده چې زموږ جمهور رئیس دبینوا دویب پانې کارکونکي (هادی او جلالزی صاحب) یې کابل ته بللي وو او هغوی سره یې یو ځای دګل خانې په مانې کې چای وڅښلو . نه پوهیږم چې په دې وروستیو وختونوکې څنګه د ښاغلی کرزی پام زموږ ناکاره او مظلوم ملت ته ده مخه وکړه په دا یېرو شپږو کلوکې چیری و ده ولی دپښتو او پښتو پاله خلکو سره � �یوالتیا ونه ښوده ویی نه هڅول زموږ دخوږې ژبې پر وړاندې په هر وخت او هرڅای کې تيری او ناوړه چلند شوی دی ، ښاغ� �ی کرزی صاحب : زما ستاڅخه یوه پوښتنه داده چې ولې تاسی دا ونه کړای شو چې پښتو هم دیوې ملی ژبې په حیث په ټول افغانستان کې پلي کړی (په ادارو او رسمی ځایونوکې) په داسې حال کې چې ۶۵ سلنه جوړوي.که مو ځواب هو وې چې موږ پلې کړې نو زه یې نه منم او هغه داچې درې میاشتی وړاندی زه افغانستان ولاړم او زما پاسپورت دبهرنیو چارو په وزارت کې و (البته زما پاسپورت تحصیلی ده) نو کله چې زه دننه ورننوتم زما څخه پوښتنه وشوه چې کجا میری ما و� �ته وویل چې وبښه زه په پارسی نه پوهیږم را ته یې وویل چې په پارسی نه پوهیږی او دلته راغلی يې او دپاسپورت پوښتنه دې کوې، ما ورته په ځواب کې وویل چې آیا پښتو دافغانستان ملی او رسمی ژبه نه ده او که څنګه ، راته یې وویل چې ملی اورسمی ژبه ده خوستا په ولایت او کلی کې نه دلته په کابل کې ، نو زه دې ته اړ ویستل شوم دهغه سره په پارسی خبرې وکړم که څه هم چې زه سم نه پوهیدم . ای کاشکی داسی له اوله زموږ ملی مشران زموږ ددغې خوارې ژبې او دمینه والو غوښتنوته يي پام کړای وای نو اوس به ډیر څه پرمختګ شوای وای . په هرحال بیا هم زه خوشاله شوم چې دا خبر مې واورید ،که څه هم ټول ټاکنې رانژدې شوې دي نو اوس دکمپاین پیل هم دی . په پای کې به دمره ووایم چې تل دې وې اباد داحمد شاه او میرویس خان کور او دهغوی بچیان . په پښتنه مینه جوادی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هيله ده ټول هېواد خپل كور وبلل شي", "output": "برهان الدين رباني چې په هېواد كې د ملي متحدې جبهې مشري په غاړه لري، په دې وروستيو كې افغان دولت په دې تورن كړى چې ګويا دولت د ناامنيو په جوړولو كې لاس لري. رباني په دولت د بلخ د والي عطامحمد نور توورنه سم بللي او زياته كړې يې ده چې عطا چې د له وروستيو لوبو پرده پورته كړه ولې د دولت له خوا وغندل شو.خو د افغانستان جمهوري رياست بيا د ملي جبهې ځينې غړي په هېواد كې په ګډوډيو او جګړو ته په پوكي وهلو ګرموي. دوى وايي چې د ملي جبهې ځيني غړي هڅه كوي د خپلو ځانګړو اهدافو لپاره د دې هېواد امنيتي حالت ګډوډ كړي.د افغانستان د جمهوري رياست يو وياند احمدضيا سيامك له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې د استاد برهان الدين رباني د وروستيو څرګندونو په اړه ويلي، چې دا ډول نظرونه هېواد د ناامنۍ خواته بيايي:”موږ يې دا څرګندونې په شدت سره ردوو او وايو چې دا مسوولانه نه دي، په دغو خبرو كې سياسي اهداف پټ دي، دوى د يوه مشخص كانديد ملاتړ كوي، غواړي د انتخاباتو د نتايجو د اعلان په درشل كې په هېواد كې وضعيت نور هم پېچلي شي، هيله كوو چې د ناامنيو په پراخوالي كې دې له سياسي هدفونو كار نه اخلي. كه چېرې كوم حكومتي چارواكي داسې كار كړى، چې ناامني يې زياته كړې دوى دې واضح او روښانه ووايي چې دا كار چا چېرې كړى“د افغانستان جمهوري رياست وروسته تر هغه د ملي جبهې مشر د امن پر ناوړه كولو تورن كړ، چې برهان الدين رباني د يكشنبې په ورځ په يوه پراخه غونډه كې د افغانستان امنيتي وضعيت ناوړه وباله. ښاغلي رباني ويلي په دې وروستيو كې د افغانستان د امنيتي وضعيت د خرابولو هڅې روانې دي، برهان الدين رباني په دې اړه زياته كړې: دا هلې ځلې يوازې د هغو خلکو له خوا نه دي روانې چې په سنګر کې ناست دي، په دولت کې هم ځينې کسان شته چې ناروا عمل ترسره کوي ترڅو امنيت ګډوډ کړي. نوموړى د بلخ د والي كارونه ستايي او زياتوي، کله چې زموږ ستر ورور استاد عطا زمونږ د امينت لپاره غږ پورته کوي د هغه پر ضد تبليغات او نوري خبرې رامنځ ته کېږي.په دې وروستيو كې د افغانستان د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اړه په ملي او نړيواله كچه ځينې اندېښنې زياتې شوې دي. ملګرو ملتونو هم ويلي دي، چې د انتخاباتو نتايجو تر رسمي اعلان وروسته كېداى شي امنيتي وضعيت لا پسې خراب شي.د افغانستان د اوبو او برېښنا وزير محمد اسمعيل خان په دې نژدې كې د هېواد د بېلابېلو برخو امنيتي وضعيت او په ځانګړي ډول د هرات روان وضعيت ناوړه بللى او له مسئولو ارګانو څخه يې غوښتي چې د هېواد د امنيتي وضعيت د ښه كولو لپاره دې نوې ستراتيژي جوړه كړي.په عين حال كې د بلخ والي هم څه وخت مخكې پر امنيتي ارګانونو نيوکې كړې وې چې د افغانستان په شمال كې ناامني پراخوي او د ده په وينا چې په دغو ولايتونو كې وسلې وېشل شوې دي.خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي په هېواد كې امنيتي حالت په ځانګړي ډول په شمال كې څنګه چې ويل كېږي هغومره د اندېښنې وړ نه دى.د دې وزارت د مسئولينو په خبره نوي تدابير سنجول شوي، چې د ناامنيو لمن د هېواد له شمال او نورو برخو څخه ورټوله كړي. د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه استاد رباني او عطامحمد په داسې حال كې دا څرګندوي راپورته كړې چې په دې وروستيو كې د هېواد په شمال كې ناامنه پېښې ډېرې شوې دي. خو اصلي خبره داده چې دا څو كاله چې د هېواد په ډېرو نورو برخو كې جګړې، بمبارۍ، تښتونې او وژنې روانې وې ولې دوى چوپه خوله و آيا د دوى لپاره هېواد، كور، وطن او مينه يوازې او يوازې خپله سيمه او خپل قوم دى آيا د دوى لپاره نورې سيمې او نور ځايونه اهميت نه لري. ستونزې يوازې د خپلې سيمې لپاره په غږ پورته كولو نه اوارېږي بايد چې ټول هېوادوال وروڼه او دوستان وبلل شي او خپل هېواد ته د خپلې كورنۍ په سترګه وكتل شي، هلته به بيا ټول هېوادوال فكر وكړي چې عطا، رباني او نور ټول ملي خلك دي او د ملت د ښېګڼې لپاره كار كوي او كه چېرې په دې ډول بيا هم دوى يوازې د خپلې سيمې لپاره غږ پورته كړي او نور هېواد ته د خپل كور او كلي په سترګه ونه ګوري، نه به ملي يووالى رامنځ ته شي او نه به هم ملت له دې ستونزو او كړاوونو څخه خلاص شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له ممېخاېل سېرګېوېچ ګرباچوف سره مركه", "output": "له ممېخاېل سېرګېوېچ ګرباچوف سره مركه د ۱۹۸۹ كال ۱۵ د فبروري د افغانستان څخه د شوروي اتحاد د وسلوالو ځواكونو د وتلو د ورځې س� �ه سمون خوري، ددې ورځې په مناسبت د( آېخا مسكوا) د راديوژورناليست( وينيګ ديتف) د شوروي اتحاد د وخت جمهور ريس( م ېخاېل سېرګېوېچ ګرباچوف )سره راديوي مركه كړې چې ژباړه ېې د هيوادوالود معلوماتو دپاره وړاندې كوم بوښتنه : پوره شل كاله د مخه كله چې د شوروي اتحاد وسلوال ځواكونه د افغاستان نه راووتل په هغهوخت كې تاسې( مېخاېل س� �ګېوېچ) د شوروي اتحاد د كمونيست ګوند د سياسي بيرو لمړې منشي وېدهغه ورځې نه تراوسه هر كال روسيي دولت دا ورځ په خاصو مراصمو لمانځي ، تاسې داورځ لمانځې او كه نه ،كې ېې لمانځې څنګه او په كومو مراسمو؟ جواب: داسې كوم � �انداره او خاص مراسم ورته نه نيسم خو د افغانستان څخه د وسلوالو ځواكونو دوتلوورځ لمانځم ، په دې خاطر چې دا يوه نه هېرېدونكې ورځ ده مونږ باېد هېڅ وخت دا ورځ له ياده ونه باسو،ځكه افغانستان زمونږد راتلونكې نسل لپاره ېو تا� �يخي درس دې،زه په دې ورځ تېر وختونه راېادوم او د اوسني وختونو سره ېې پرتله كوم پوښتنه : راځې چې په اوس او تېرو وختونو وغږېږو( ۳۰) كاله وړاندې د شوروي اتحاد وسلوال ځواكونه د افغانستان خاورې ته ور ننوتې وې چه نن هرڅوك په تاريخي لحاظ دا ورځ د خپل ديد له مخې ددې ورځې برخليك ټاكي ځكه اوس دا يوه تارخي مسله ده نه سياسي ، په ۱۹۷۹كال كې كله چې وسلوال ځواكونه افغانستان ته ورننوتل په هغه وخت كې تاسې( ميخاېل سرګېوېچ ) سياسي بيرو ته كانديد او د ګمونست ګوند د مركزي كمټې منشي وې اودهغه شلو كسانو په قطار كې راتللې چې خاص سياسي تصميمونه به ېې نيول، او ښه مې په ېاد دي چې د كمونست ګوند په سياسي بيرو كې د افغانستان په هكله د وسلوالو ځواكونو د ورداخلېدلو موضوع تر بحث او غور لاندې وه ډېرو ددې مخا لفت كاوه چې افغانستان ته باېد وسلوال ځواكونه ور داخل نه شي ،سره له دې بيا هم فېصله وشوه او په ۱۹۷۹كال د سپتمبر په مياشت كې افغانسان ته دشوروي اتحاد وسلوال ځواكونه ورننوتل ، زما پوښتنه داده ، چې تاسې په هغه وخت كى سياسي بيرو ته كانديد او د كمونست ګوند دمركزي كمټې منشي وې ددې فېصلې نه مواګاهي لرله اوپه غونډه كى مو ګډون كړې و او كه نه؟ جواب: زه په هغه وخت كې د زراعت مسول وم او زراعتي محصولات اكسرا په مني كې راټوليږي نو ما به كلنې رخصتي هم دمني په اخرو كې اخيستله او پلان مى همداسې جوړ وه چې زه باېد هر كال په م ني كې رخصتي لاړ شم همداسې وشوه د مني په اخرو كې رصختې لاړم زه هغه وخت خبر شوم چې ( شوردنازې )راغې او ما د هغه س� �ه په دې هكله خبرې وكړې پوښتنه : شوردنازي په ۱۹۷۹ كال كې دګورجستان د كمونسيت ګوند لمړې منشي وو؟جواب:بلې شوردنازي دګورجستان د كمونست ګوند لمړې منشي وو مونږ دواړو سره د سمندر په غاړ قدم وواهه او په دى هكله مو سره خبرې وكړې چې افغانستان ته وسلوال ځواكونه وليږل شي او كه نه ما او شوردنازي هم هلته د وسلوالو ځواكونو په لېږدلو مسبت نظر وركړه(څكه په دې پوهيدو چې زمونږ په لوړو او ښكته مقامونو كې څه او څنګه تېريږي ) پوښتنه: دا د ۱۹۷۹ كال د سپتمبر مېاشت وه ؟جواب:بلې د سپتمبر مياشت وه د خبرو نه ورسته دا خپل خوب ځاې ته او زه خپل خوب ځاې ته لاړو سهر چې له خوبه را پاڅېدو د رسينو له لارې مو اطلاع تر لاسه كړه چې افغانستان ته روسي � �واوې ورننوتې، مونږ دواړه هملته خبر شول پوښتنه : نه چا له تاسو پوښتلي او نه چا په جريان كې اچولې وې ؟جواب: بلې نه چا زمونږ نه پوښتنه كړې او نه چا په جريان كې اچولي وه پوښتنه : تاسې هم هوايي خبر شوې ؟جواب: د نظم او دېسپلين مراعتول ستونزې ايجادوي پوښتنه: په۱۹۸۰ كال كې تاسې د كمونست ګوند د سياسي بېرو اصلې غړي وې او هغه وخت په افغانستان كې سخت جنګ وو، تاسې ته به دجنګ په هكله اطلاعات هم راتلل ستاسو دريز په هغه وخت كې څه وو چې قوواوې په افغانستان كې پاتې شي اوكه نه ، ډېرو به مونږ ته ليكونه او تلېفونونه كول دا نن هم ( جنرال ايواشوف وايي چې افغانستان ته دوسلوالو ځواكونو لېږل په دې خاطر وو چې په جنوب كې خپل سرحدونه د باندني هيوادونو د خطر څه په امن كې وساتي) تاسې چى په( ۱۹۸۰) كال كې كله چې داسې اطلاعات تر لاسه كول په همدې مفكوره وې ؟ جواب:د بينوا ويب سايت محترمو لوستونكو ممېخاېل سېرګېوېچ ګرباچوف وويل هغه درست ليكي او درست وائي په دې هكله كوټلي اطلاعات هم په لاس كې وه چې حافظ اله امين د امريكاېانو سره پټې خبرې كړي وي چې زمونږ لپاره د تشويش وړ وې ځكه مونږ د افغانستان سره د دوستي او ښه ګاونډيتوب اوږد تاريخ لرو حتې زمونږ اړيكې د ټولو پاچاهانو سره ښې او دوستانه وې او دلته په افغانستان كې سوسياليستي انقلاب او هغه هم زمونږ په كومك پوښتنه : د۱۳۵۷ كال د ثور انقلاب يادوې ؟ جواب: بلې، هغه څه چې باېد شوي وائې وشولپوښتنه : په هر صورت ، اطلاعات سم وه او كه ناسم خو په هغه وخت كى سيا سي بيرو ېو خپر خپور كړه چې حفظ اله امين د امريكاېانو اجنټ دې،كه داهم و منو چې حفظ اله امين اجنټ وو خو هغه له منځه لاړ سره له دې چى ډېر افغانان ددې جنګ طرفداران نه ول ډېرو ددې جنګ نه دفاع هم نه كوله بيا هم جنګ دوام لاره وېلاې شې چې څومره افغانان د جنګ طرفدارنه وو؟ جواپ: ډېر زيات پوښتنه : په � �۹۸۰ كال كې تاسې ته دا پته وه چې ډېر افغا نان ستاسو له سياستي دريز سره همنظره نه دي ؟ جواب : بلې سياسي بي� �و ته هر څه روښانه وو پوښتنه : مېخا ېل ګرباچوف ستاسې به لاس ليكل شوې كتاب چې تاسې خپله ماته تحفه راكړې په دې كتاب كې په ۱۹۸۵ كال كې دافغانستان په هكله سياسي بحثونه شوي دي، زما سوال دادې چې د ۱۹۸۰كال څخه تر ۱۹۸۵ كال پورې په سياسي بيرو كې د افغانستان په هكله داسې پوښتنې او بحثونه كېدل چې په راتلونكې كې د افغانستا په هكله څه تدابير ونيول شي ( د برېژنف ،اندروف، او چېرنېنكا) په واكمنې كې ؟جواب : اوس د جر او بحث وختونه نه دي پوښتنه : بيا هم ؟جواب. څرنګه چې زمونږ د پارلمان مشر واي چې پارلمان د بحثونو ځايې نه دې پوښتنه: په سياسي بيرو كې بحثونه وه ؟ جواب:بلې بحثونه وه خو په نورو برخو كې نه په سياست كې پوښتنه :( يوري و� �اديمېر اندروفف ) چې كله لمړې منشي شوو تاسې ورسره ددوستې ښې اړيكې لرلې او هغه دټولو په نسبت ډېرمعلومات هم لرل د هغه دريځ په دې هكله څه وو؟ جواب:يوري ولاديمرويچ په ډېرو سختو وختونو كې لمړي منشي شوه په هغه وخت كى ډير ستونزمنو تصميمونو نيولو ته اړتيا وه او اندروفف يو اوښيار او غښتلې سېاست مدار هم وه او ما ورته ډېر احترام � �اره دا چې كله هغه د كمونست ګوندلمړې منشي شو دا د هغه غوښتنه نه وه بيا هم د هغه په وخت كې د افغانستان په هكله ازاد بحثونه نه وو پوښتنه : بحثونه نه وو ؟ جواب: يوري ولاديمروېچ اندروفف يو د فعا لترينو كسانو له جملې څخه وه چې تل به ېې د افغانستان د وضعې په هكله هر اړخيز معلومات وړاندې كول او د هغې معلوماتو په اساس به بيا تصميم نيول كېده ، د اندروفف په واكمنې كې د هيواد اقتصاد خراب وو، موهمه خپره دا وه چې دمړو تابوتونه راسر شول دا مړي باېد پټ خاورو ته سپارلشوي وائې د هغې له پاره مخصوصې هديرې چه څوك ترې نه وې خبرپه نښه شوي واې ددې ټولو تدابيرو د نيولو سره بيا هم خلك خبرېدل او په مونږ ېې نيوكې كولې اود ستونزو حل ته سترګې په لار وه( ولاديمر اند� �وفف )په دى ټولو ستونزو پوهېده او د حل لاره ېې لټوله پوښتنه : تا سې ووېل: د حل لاره ېعنې څنګه ؟. جواب : امريكايانو د۵۰۰ زرو وسولوالو ځواكونو سره ونه توانېدل په وتنام كې برې تر لاسه كړي او دلته د افغانستان جغ� �فيايي جوړښت او د پاكستان څخه په خلاص لاس د امريكا مادي او نظامي كومكونه او له دې سره سم د امريكا او نړېوالو نيوكې ،ېعنې هغه څه چې پرون مونږ كول او نن ېې دوې كوي پوښتنه : دا د ۱۹۸۵كلونه وه ؟ جواب: بلې په اخرو وختو كې كله چې يورې اندروفف لمړي منشي شوو د افغانستان مسله ډېره توده وه ، ښه مې په ېاد دي چې د ېو لنډ وخت لپاره د پولنډ هيواد دكشالو د حوارولو د كمېسون غړې وم چې يه هغه وخت كې دا سوال منځ ته راولوېد او ما هلته په خپله بېانيه كې ووېل چې د افغاستان موضوع باېد نوره حل شي زما د څرګندونو نه وروسته په سياسي بيرو كې د افغانستان په موضوع ازاد بحثونه پېل شول سوال: تاسې په ۱۹۸۵ كال كې دكمونيست ګوند لمړې منشي شوې ؟جواب : چېرنېه ېوا ، شاخ نزا� �وا، مېدوېدوا، په باندې سياست كې زما مشاورين وو پوښتنه : تاسى چى كتاب ليكلې په دى كتاب كى په ۱۹۶۸كال كې د افغانستان په هكله په سياسي بيرو كې مختلف نظرونه موجود دي تاسې څنګه په خپل كاري ټېم دومره مطمېن وې چې بيا له هغه ټېمه جدا هم شوې له هغې نه وروسته د ځان د برياليتوب په خا طرمو څه وكړه ؟جواب:موضوع داسې وه كله چې ما په ژېنېوا كې د ريګن سره وليدل ما هغه ته ووېل (مونږ د افغانستان څه خپلې قواوې باسو غواړو چې افغانستان يو ازاد او نيوترال هيواد وي مونږ د هغه رژيم سره چې دافغانانو په خوښه وي ملاتړ كوو)پوښتنه: هغوې ستاسې دې څرګندونوته سترګې په لاره وه ؟ جواب:نه هغوې نه وه خبر زما خبره د هغوې لپاره په زړه پورې او دلچسپه وه ، مونږلمړې په دې هكله هر اړخيزې خبرې وكړې خوكله چې د ډموكراسې تر نامه لاندې په اساسي مساېلو خبرې راولېدې ورسره ېو ځاې مشكلات او ستونزې ايجا دېدې ځكه زمونږ ېو ميلون خلك د افغانستان نه تېر شوي وو پوښته: ېو ميلون عسكر؟ جواب:دا د جنګ ټولې بدبختيګانې، مړي، او زخميان دعسكرواو طبې پرسونل له سترګو تېر شوي وه چې تراوسه ېې افغانستان ترسترګو سترګو كيږي او بيا هم هره ورځ دا سندره اورو _ افغانستان افغانستان پوښتنه: پرون روسلان اوش د ( ۶۰۰ ) و� �وكو سربازانو ېو لست چاپ ته وركړې او وايي چې تر اوسه لا دركه دي مړي او ژوندې ېې نه دي معلوم ؟ جواب : هغه وخت كې چې زه دكمونست ګوند لمړې منشي شوم په دوهمه او درېمه ورځ مې به ارشيف كې د لمړي منشي به پنسل ليكلشوې دېادا� �ت كتابچه چې لس مادې لرلې لاس ټه راغله درېمه ماده په كې دافغانستان موضوع وه چې باېد له زنډه حل شي مونږ په هغه وخت كې دداسې حالاتو سره مخامخ وو چه نه مو شوكولاې هر څه سمدلاسه همداسې پرېږدو او پښې خپلې كړو ځكه هلته قوم اندانانو ته وركړل شوې اوامراو غوښتنې او داسې نوروظاېفو سرته رسول ، زمونږ هر څه د سوال لاندې راتلل( زمونږ د وسلوالو ځواكونو وضعه او حالات او ورسره مرګ او ژوبلې )خبره هم وه كه مونږ دا ټول نا كړي پريښي واې، دا سې معنا ېې لرله چه مونږ ته هيڅ شې ارزشت نه لري او له بله طرفه هيوادمو د سختو مشكلاتو سره لاس و ګرېوان وه په دې خاطر ما هغه وخت دا تصميم ونيوهر څه چې كېږي بآېد كميس پرتوګ په غاړه له افغانستان څخه را ووزو،له دې لپاره تېارې نيول � �وې وه او دا مو هوډ كړې وه چې د( كرېمليزم او كارمليزم سياست) ته تغير وركړو. پوښتنه : ستاسې ددې خبرو ليكل شوي سند شته ؟ جواب : اصل خبره په دې كې ده چې د ببرك كارمل ګروپ به په خپلو كې ېو بل ته وېل ( تر هغو به جنګيږو چې دروسانو ېو عسكر ژوندې وي) پوښتنه : په ريښتيا او ښكاره ببرك كارمل داسې وېل ؟ جواب : بلې په خپل منځ كې همداسې وېل پوښتنه : او تاسو ته به ېې ټكي په ټكي داسې راپور راوړه ؟ جواب : بلې همداسې به ېې راته ووېل ۰ پوښتنه : ښكلې او په زړه پورې سياست وو؟ جواب : بلې. مونږ تصميم ونيوه او په همدې خاطر مو د نجيب اله سره م لاقات تنظېم كړه او د كارمل په ځاې مو په نجيب اله ګوته كېښوده، د اوږدو بحثونو او خبرو وروسته په دې وتوانېدو چې نجيب الا د لمړي منشي په صفت وټاكو، هغه په دې وخت كې خپل ګوند لاره ما د نجيب اله سره په تاشكند كې ملاقات وكړه او په دې هكله مو ورسره خبرې وكړې هغه په دې نه وه مطمين چې په ريښيا مونږ د افغانستان څخه وسلوال ځواكونه اوباسوهغوې ټول په دې عقيده وو چې مونږ هيڅ وخت د افغانستان څخه د وتلو ايراده نه لرو، اومونږ باېد حتما د افغانستان څخه وتلي واې ځكه له يوې خوا مو اقتصات مخ په خرابېدو وه او له بله پلوه نړېوال حالات كړكېچن وو پوښتنه:( ۱۵۰۰۰) ځوانان مو په افغانستان كې قرباني وركړل ؟جواب: او پنځه مليارده په كال كې پوښتنه : پنځه مليارده څه شې ؟جواب : روبل . هغه روبلونه چې د ډالرو ېې ارزښت زيات وو پوښتنه : په هغه وخت كې زم ونږ باند ينې بوديجه څومره وه ؟جواب : تقريبا د سلو ملياردو په شاوخوا كې پوښتنه : ميخاېل سېرګېوېچ كه داسې وي نو دا خو كوم زيات رقم نه وه تقريبا د عسكري بوديجې ۵% وه ؟ جواب : هغه وخت مونږ باېد ۱۵ميليارده روبله پېدا كړي واې چې دازاد بازار لپاره مو پې ضروري توكي رانيولي واې او د خلكو ضرورت مو رفعه او د بازار وظعه ښه شوي واې، د معليمينو، ډاكترانو ، مامورينو او متقاعيدينو معا شونه مو بايد زيات كړي واې چې دا ټولې( ۴۵ ) مليارده كېدې ، پنځه مليارده ډېر څه وه او له بله طرفه مونږ نه شوو كولاې چې حالات همداسې دوام وكړي مونږ په هغه وخت كې د مت� �اعيدونو په قانون پښې ايښې وې دا ټول سوالونه باېد حل شوي واې اوپه هغه وخت كې مونږ دا( ۱۵) ميليارده پېدا نه كړاې شوې زه فكر كوم چې دا زما غلطي وه امكان لري چې پوره تجربه مې نه لرله كه اوس واې هيڅ كله به مې داسې غلطي نه واې كړاې پوښتنه : ميخايل ګرباچوف تاسې فكر كوې چې ۵ مليارده ېو غټ رقم دې ؟ جواب : بلې پنځه مليارده ېو غټ رقم دېپوښتنه : راځو بېرته نجيب اله ته تاسې ووېل چې نجيب اله ستاسو په خبرو با ور ونه كړه ؟جواب : بلې نجيب اله زمونږ په خبرو باور نه راته ما هغه ته ووېل ( تر هغو پورې چې زمونږ قواوې له افغانستانه وځي د وخت نه په استفاده ته باېد خپل داخلي ټول كارونه سم كړي او هغه كومك چې مونږېې له تاسره كوو دهغې نه به لوړه كچه ګټه پورته كوې،او په راتلونكې كې هم د كمك څخه ډه ډۀ نه كوو او خپلو مرستو ته به دوام وركړو – خو تاسې باېد په دې پوه وې چې م ونږ خپلې قواوې نورې د افغانستان څه راباسو، دا نور بې ځا ېه ده چې مونږپه افغانستان كې پاتې شوو ته باېد خپل سياست د قبيلوي مشرانو په وړاندې بدل كړې ځكه ټول مساېل قومونه حل وفېصله كوي او تاسې كه هر څوره په بيړه په دې كارلاس پورې كړې او د تجارانو او خصوصي پا نګوالو او د مذهبي شخصيتونو سلاحيتونه وټاكې او د مخاليفينو سره اړيكې ټينګې كړې دا به ستاسو برې وي، نجيب اله دا كار وكړه او دا ټول ېې سره متحد كړل او ارزو ېې هم دا وه او تر اخره پورې په خپلو كارو كې بريالې وه او مونږ هم دهغه سره پوره مالي مرستې كولې سره له دې چې مونږ اعلان كړې وه چې قواوې له افغانستانه باسو بيا ېې هم له جنګه لاس وانه خيست او تر اخره و جنګېده پوښتنه : ېعنې د افغانستان وسلوال ځواكونه ؟ جواب : مونږ به په سختو حالاتو كې ورسره كمك كاوه نور هغوې جنګېدل همدا وو چې زمونږ د سربازانو م رګ ژوبله كمه شوه او همدې سياست زمونږ لپاره خاص اهميت لاره چې په اخير كې مو اعلان وكړه چې مونږ نور وځو او د افغانستان خاوره پرېږدو پوښتنه : دا د۱۹۸۶—۱۹۸۸ كلونه وه او په دې هكله په سياسي بيرو كې ټول په ېو نظر و ،ېعنې هغه كسان چې نوي سياسي بيرو ته را لوړ شوي ول ؟ جواب :زمونږ قواوې باېد د افغانستانه وتلي واې پوښتنه : د قواو په وتلو ټول راځي وه ؟ جواب : بلې سوال: ددفاع وزير( ېا زوف) هم ؟ جواب : په پلان باېد كار شوې واې چې څنګه او څه وخت قواوې وويستل شي دا ډېره مشكله وه تر ټولو لمړې دا لازم وه چې په ډېر ارام فكر دافغانسان اوظاع مطالعه او قانوني لاره ولټول شي هلته ددې مفكوره را پېدا شوه چې ېو كنفرانس راوغوښتل شي كله چې امريكاېان د ويتنام څخه وتل هغوې اول ېو كنفرانس را ووغښت او بيا ېې قواوې وويستلې ځكه دا ېو دروند مسوليت وه (مح كمې تر سرحده) سوال : دا تېښته وه ؟ جواب: تېښته : نه دا زمونږكورنې مسله وه مونږ په دي خبرې كړې وې مونږ پاكستان، ايران ، هند او امريكا ته خبر وركړې وو او د هغوو ټولو رضايت مو تر لاسه كړاې ووپوښتنه: دا ېوه سياسي پېچلې موضوع وه ؟جواب : دا ډېره مهمه وه او سره ليكل موهم كړي وه كله چې قواوې وځي باېد سلاح او مهمات چې د پاكستان له لارى افغانستان ته راداخليږي باېد لاره ېې بنده شي سره له دې بيا هم دا كار ونه شول پرسېره په دې ام� �يكا، سعودي عربستان، او نور عربي هيوادونو د طالبانو ملاتړ كاوه ، اصل خبره دا وه چې د طالبانو د خوځښت مفتك� �ين خپله همدا هيوادونه ووپوښتنه : دا شاګردان ۰۰۰۰ د پاكستان د سرحدي پولې نه افغانيسان ته راوښتل ؟جواب : بلې د پاكستان له لارى ، پاكستان د امريكا لپاره ډېر زيات ارزښت لري هر څه چې هغوې كوي او هر څه چې هلته تېريږي امريكا پاكستان هيڅكله يواځې نه پرېږدي پوښتنه : سره له دى تاسى دقواو د وتلو فېصله وكړه ؟ جواب : د � �واود ايستلو تصميم هغه وخت نيول شوې وو كله چې مونږ په ژېنېوا كې نړېوال سند چې نړېوال ارزښت ېې لاره لاس ليك كړه، چې په كې راغلي وه چې شوروي اتحاد خپلې سهوې تلافي كوې او قواوې له افغانستانه باسي،سوال په دې كې وه چې څنګه ووځو ،پوښتنه: مخكې له دى چى بل سوال و كړم د انترنېت په په پاڼه له تاسې داسى پوښتنه كيږي ( ښاغلې ميخاېل ګارباچوف كله چې تاسې ۱۹۸۹كال دافغانستان څخه قواوې ايستلې تاسې نجيب اله ته دسياسي پنا هندګې د وركولو وړانديز كړې وه ) ،اوهم هغه كسان چى موږ ېې شاته ولاړ وه تاسو ېې د ځان سره دويستلو كومه فېصله لرلهجواب : مونږ ددې امېد لاره چى درى كاله به نجيب اله مقاومت وكړي او خپله نجيب اله هم په دى مطمين وه چى وروسته د هغې نه به حالات د ښه كېدو خواته درومي او لاره د حل به راپېدا كېږي نجيب اله هم په دى باوري وه۰ پوښتنه : ېعنې نجيب اله نه غوښتل يو ځاى له تاسو سره افغانستان پرېږدي ؟جواب : نه نه ېې غوښتلپوښتنه : د هغه نه دا بلنه شوې وه كه مو زړه وې كولاى شي زم ونږ سره لاړ شي ؟جواب : تاسى پوهېږې چه د هغه سره داسې سوال مطرح نه وه او كه هغه غوښتلى كولاې شول چې د هيواده نه ووځي پوښتنه :په همدى هكله ېو بل سوال(( ښاغلي ميخاېل سېرګېوېچ تاسې دا فكر نه كوى چى د افغانستان څخه د قواو ويستل يوه لوېه سهوه وه ))ځكه د قواو دوتلو سره د شوروي اتحاد تاسيرات په جنوبي سرحدو كې ضعيف شول ؟ جواب : زه تاسو ته دا واېم بل سوال شته او كه نه۰۰۰۰ولى مونږ درى كاله د وتلو پروسه ټال كړه او نه وتلو پوښتنه : بلى داسى سوال هم شته ؟ جواب : تر اوسه پورى ټول همداسې نظر لري خو اوس ددى امكانات نه شته چې څوك ېې مخه و نيسيي هغه هيوادونو چى امضا ېې كړى وه همدې هيواد نو نړېوالې لانجې او پرابلمونه رازېږول او ځانونه ېې قرمان معرفي كول او هغه چا چې دا شاكاري وكړه او عسكرېې وويستل د هغوې څوك نوم په خوله نه اخلي تاسې پوهېږې چې دلته بله خبره دهپوښتنه : په هر صورت مونږ له افغانستان څخه ووتلو ځاى خو خالي پاتى نه شوه زمونږ په ځاى طالبان راغلل ؟جواب :درسته ده طآلبان راغلل خو هغوى د افغانستان په ډېره كمه خاوره حاكمت لاره، نوره ټوله خاوره د نجيب اله له كنترول لاندې وهپوښتنه : هغه وخت چې قواوې د افغانستان نه وتلې نجيب اله د افغانستان په اكسراخاوره كنترول � �اره ؟ جواب : بلى خو كله چى زمونږ قواوې د وتلو په حال كى وى د كابل چار اطراف ته مخالف قوتونو ځان را نږدې كړه وه داسې فكر ېې كاوه چى حتما به كابل نيسي مونږ په سياسي بيرو كى په دى هكله خبرى كړى وى او نجيباله ته مودا وېلي وه( چى مونږبه سلاح او نور اړين كومكونه درسره كوو تاسى باېد جنګ او دځانه خپله دفاع وكړې) هغوې د ځان نه دفاع كوله او زمونږ وسلوالو ځواكونو كله نا كله له دې خواورسره كومك كاوه پوښتنه : دا سوال د ماسره هم وو او ېو څو ورځې مخكې ېې په دوهم كانال كى ېو مستند فلم هم وښوده چى په يوه قسمت كى ېې دا په ډاګه ښودل ،ېعنې د شوروي اتحاد وسلوال ځواكونه له افغانستانه وتلي خو سره له دې وروسته د( ۱۵) م د فبروري نه په وسلوالو عملياتو كى د نجيب اله � �ه رژيمه دفاع كوله ېعنې وسلوال قووتونو ؟ جواب : دا حالات هغه وخت رامنځ ته شول كله چى مونږ په عمل كى د � �واووپه ويستلو پېل و كړه او هغه چا چى د قواود وتلو په سند لاسليك كړې وه چى نور به د افغانستان په داخلي چارو كى ګوتى نه وهي دا چى لاس وهنې ېې بندې نه كړې بلكې حالات ېې كنترول او رهبري كول، دا كومك هغه وخت وه چې كابل محاص� �ه او وضعه كړكېچنه وه ۰ پوښتنه : داسى وېلاى شو چى مونږ بېرته راستانه شوو ؟جواب: بلى. نه مونږ بېرته نه يو � �استانه شوي دا ېو كومك وه پوښتنه : وسلوال كومك ؟ جواب : د هوائي څواكونو ۰ پوښتنه : د شوروي اتحاد له خاورې ؟جواب : دا كومك د هغه اسنادو په اساس كېده چى په ۱۸ اپرېل ۱۹۸۸ كال كې لاس ليك شوې وهپوښتنه : ۱۹۸۸ كال ؟ جواب: بلې بلې دلته مشورى وركولو ته ضرورت وو، دا چې وروسته څه كيږي۰۰۰ددې فېصلې په اړه نظريات مثبت وو خوسره له دى مخالفتونه موجود وه زمونږد افسرانو نيوكۍ او همداسې د سياسي ناكامي په هكله فكر كول او ددى سره ېو ځاى د شوردنازي بيانيه چې وركړې وه او مونږ ته دا هم بى تفاوته نه وه چى په افغانستان كې كوم رژيم وي په همدې خاط� �(شوردنازي او كروچكوف) افغانستان ته دوسلوال ځواكونو سره د كومك په خاطر تللي وو چى دافغانستان د وسلوالو ځواكونو سره چې كومك ته ضرورت لري په هكله خبرې وكړي، له يوې خوا كابل محاصره وه او له بلې خوا ښارونه او كلي كو� �ونه د بدو حالاتو سره لاس وګرېوان وه او اقتصاد په صفر كى ضرب وو په سلګونو خلك مړه شوي وه نو زمونږ هر غلط ح� �كت او قدم اخيستل ېوه لوېه سياسي او نظامي ناكامي وه، او هم په داخل دهيواد او ګوند كى زمونږ برخورد او عمل � �وښانه وو چى ېو وخت نه ېو خت به راځي چى دا به منو چى افغانستان ته زمونږ د وسلوالو ځواكونو ورتلل لوېه غلطي ول چى په هغه وخت كى ټولنه ددى ماجراجويي منلو ته نه وه تېاره او هم د تېرو كړو وړو څخه په اسانې خلاصېدل نه كيدل او په دى هم نه شوو خلاصېدلاى چى ځانونه مو منكر كړي واې ، خبره په دى كى وه چى شوردنازي غوښتل چى د لسو ېا پنځلسوز� �و په شاوخوا كى وسلوال ځواكونه بايد افغانستان كې پاتې شي پوښتنه : ښاغل ميخاېل ګارباچوف د نجيب اله په شمول د افغانستان د خلك دموكراتيك ګوند ډېرغړي په ۱۹۹۲ كال كى اعدام شول اګر چې تاسې په هغه وخت كې د شوروي اتحاد د كمونست ګوند د سياسي بيرو منشي نه وې خو بيا هم خلك دا ګناه په تاسو تپي او داسې واي چې نجيب اله او د هغه سره ېې نورد ګوند غړي ځكه پانسي كړه چى تاسى پرېښودل، دا تور له ځانه څنګه لرې كوې ، جواب : زه اول هغه خپله خبره خلاصه كړم چى نيمګړې مى پرېښوده، كله چې شوردنازي بېانېه وركړه بيا موضوع لا دلچسپه شوهپوښتنه : په ۱۹۸۸ كال كى ؟. جواب:( كروچكوف) ووېل چى زه په پوره معنى د شوردنازي سره هم نظر ېم،( يه كولېف) په دى ټينګار كاوه چى مونږ نور هلته و نه اوسو،( چېبري كوف) وېل چى ېو سرباز هم باېد هلته پاتى نه شي ېعى ۵۰۰ ېا ۲۰۰۰ س� �بازان هيڅ نه شي كولاى، ريشكوف دا وېل هغه لاره چى مو نيولى ده هغه باېدپه كلكه تعقيب كړو د لسو كالو وړاندى سهوى تكرار نه شي پوښتنه : دا ټولى خبرى مخكى د قواو د وتلو نه د سياسي بيرو په غونډه كې درج دي ؟ جواب : بلى ، شوردنازي داسى وېل ( زه د قواو د ايستلو سره رازي ېم خو د ۱۰۰۰۰ زرو نه تر ۱۵۰۰۰ زرو پورى س� �بازان هلته په افغانستان كې باېد ولرو ) د وسلوالو ځواكونو د سياسي اړخ حماېه كول ضروري دي او زمونږ سربازانو ددى خبرى سره حساسيت لاره دلته نو نور هر قسم خبرى راولاړى شوى هغه وه چى په ۱۰ م د مارچ د۱۹۸۹ كال ورځ راو� �سېده . پوښتنه : په ۱۵ د فبروري د افغانستان څخه وسلوال ځواكونو وتل پاي ته ورسېدل ؟ جواب : سوال دا وه چى نجيب اله غوښتل چى هوايئ كومكونه ورسره وشي ز مونږ ځينو ملګرو وېل چې مرسته ورسره لازم ده باېد وشي خو زياطرو ۰۰۰ ما د سياسي بيرو عاجله غونډه راوغوښتله ډېرو په قطعي ډول په مخامخ عملياتو كى مخالفت وښود خو دا خبرى مو په سياسي او مالي كومك راغونډې كړىاو همداسى مو فېصله وكړه او نجيباله هم تراخره پورې مقاومت وكړه د م علماتو په اساس وروسته په كابل كى زمونږ صفارت ته ورغلى وه سوال : لنډه دا چى مونږ د مرګ تر سحده د نجيب اله نه دفاع او حماېت كاوه هغه په مونږ ګران وو او حساب مو پې كاوه ،هغه ېو اصولي او باپرنسيپه شخص وو هغه ټوله � �وه او انرژي دى ته وقف كړى وه چى خپل هيواد سالم وساتي او تر اخره په خپل تصميم ولاړ وو او دده له خوانه چى ګوېا ماته نجات راكړې داسى كومه غوښتنه نه ده شوى او له دى هم نه ېم خبر چى دته به چا په دى هكله پشنهاد كړى وي او كه نهپوښتنه : داخو ۱۹۹۲ كال وه تاسوسره ددې امكانات نه وه چې له هرڅه نه خبر شې، پوښتنه دا ده ، ميخاېل ګارباچوف ( ولى امريكاېانو ستاسى د قواو په وتلو كى له تاسو سره كومك نه كاوه دا خو د هغو په ګټه هم وه چې تاسې د افغانستان نه قواوې وباسې) جواب : په دى خاطر هغوى نه غوښتل چې مونږ په جنګ كى راګېر پاتى شو پوښتنه : دا خو ستا ملګرى مشر بوش وه نه ريګن ؟ جواب : پوهېږې زه هر وخت خپلو ملګرو ته دا واېم چى دا سياسي ملګري دي دا داسى دوستان نه دي لكه مونږ او تاس چى ېو بل سره كومك او دوستي كوو، اونه زمونږ او ستاسې د محصلۍ د وختونو دوستي ده دا بيلكل هغسى دوستي نه ده د افغانستان په هكله داسى واېم چې حتى په فېصله نامه كى راغلي وه اوپه نړېوال سند كى هم ليكل شوي ول چى امريكا به نوره سلاح د مقاومت ډلو ته نه وركوي . پوښته :د كومك كول حتمي وه ؟ جواب : بلى سلاح باېد بنده شوي واى خو هغوى تر اخره غوښتل چى كومك وكړي او مونږ په جنګ كى بند وساتي په هغه وخت كى امريكاېانو داسې ويل چى د روسانو باند ينې سياست د امريكا د خواستو جوابده نه ديپوښتنه : مېخا ېل س� �ګېوېچ، چى داسى ده نو اوسني حالات څنګه ارزيابي كوى ؟ جواب : الكسې صبر وكړه بېرته شاته نه ځو اوس اتحاد � �وروي ړنګ شوى ،مخكى له دى نه د وارسا او ناټو نظامي پكتونه وه يوازې په دى خبرى روانې وى چى د جرمني هيواد سره ېوځاې كوو او داخلي پرابلمونه حلوو او شوروي اتحاد او وارثا نظامي پكت سره غرض نه لرو سره له دى بيا هم په خپلو وعدو او قسمونو وفا ونه كړه هم ېې شوروي اتهاد ړنګ كړه او هم ېې د وارثا پكت له بېنه ېوړه پوښتنه : په امريكا كې مشر بوش ؟جواب : مشر بوش ، بېكر ، كول ، ټول هغوى نن ۰۰۰داسى لاره پېدا كړى ، كله چى مونږ خپله وعده پروه كړه او اتحاد شوروي مو ړنګ كړه له دى سره سم ناتو هرى خواته پشى اوږدى كړى او د خپلو ګټو په خاطر ځيني هوادونه ناټو ته راكاږي پوښتنه : ښاغلى مېخاېل ګرباچوپ ټول سېاست كونكې دوخت دسياسي ستونزې دهل په هكله څرنګه چى دوې غواړي عمل كوي ؟ جواب : نه ټول پوښتنه : ښاغلې مېخاېل ګارباچوف تاسو خپل نظرواړوه ، څنګه كېداى شي چى د نورو واقعتونه په نظر كى ونه نيسى او عمل وكړى جواب : واقعت هغه څه دي چى مونږ پى هم عكس العمل ښايو او هم ېې منو كه چرى ستاسو په دى سر خلاص نه وي چې څه په لاس راوړې واضح خبره ده چى لاره در نه وركېږي دا همداسې ده پوښتنه : راځې چى د نن ورځې په خبرو بحث وكړو ، ښاغلې ميخاېل سرګېوېچ دد نن ورځې حاده موضوع د افغانستان په هكله دروسي او متحده اېالات تر منځ د همكارى خبرى دي ېعنې نن متحده اېالات د فدراتف روسيه ، داتحاد شو� �وييپخواني جمهوريتونو، مركزې او منځني اسيا هيوادونو نه د كومك غوښتنه كوي ځكه چى هلته په افغانستان كى حا� �ات خراب دي مهرباني وكړې او ووائې چې دا زمونږ او د امريكا دواړو غوښتنه او په ګټه ده، او په اوس وخت كې دا غوښتنې تاسې ته څنګه برېشي جواب : بلې دا د واړو هيوادونو غوښتنه ده پوښتنه : دا زمونږ په ګټه ده ؟. جواب : پلې زمونږ په ګټه ده پوښتنه : څنګه زمونږ په ګټه ده ؟جواب : دا په دى خاطر چى هلته زم ونږ دوستان چى په ( اس،ان، ګى ) كى شامل دي او هغوې د افغانستان سره هم سرحده دي او هلته مخدره توكو او ترو� �يستان ځالې دي ؟ پوښتنه: ددوهم ځل لپاره بيا هلته مداخله كول لازم نه دي ، ېعنې د وسلوالو كومكونو ؟جواب : نه مونږ سره داسى ېاداشت شته دې چې په وسلوالو عملياتو كې ونډه نه اخلو پوښتنه : تاسې د درس( عبرت )خبره وكړه راځې چى د درس په هكله خبرى وكړو او په ګوته ېې كړو ،د اتحاد شورووي د قدرت د وخت درسونه او د اوس وخت لپاره د افغانستان په هكله درسونه ،وواې ننې دولتي اداره د كومو درسونو نه عبرت واخلي جواب : لمړى باېد كوشش وشي چى دا ټول مساېل د سياسي او دېپلوماتكې لارې حل شيپوښتنه : تاسى پوهېږ چى ټول وخت د سياسي او دېپلومتكو لارو د حل امكان نه ويجواب : زه ځكه واېم چى كوشش وشي چى ټولې ستونزې دسياسي لارى حل شي څكه د افغانستان په هكله تصميم نيول چندان د باور او قناعت وړ نه دي . تاسې خپله ېاداوري وكړه چى په ۱۹۷۹ كال كى كله چى دشوروي اتحاد وسلوال ځواكونه افغانستان ته ور داخلېدل ټول كال به پې سوچ كېده چى قواوى داخلى شي او كه نه ، بلې دا زمونږ سهوه ( غټه سهوه ) وه په دى خاطر دلته باېد هغه سهوه تكرار نه شي خو له دى هم انكار نه شو كولاى كه داسى شراېط را منځ ته شي او بله چاره نه وي لازم ده چى موضع ګري ولرو ، زه په دى فكر ېم چى كومه موضعګري باېد ولرو خو كله چې په جنوبي استين باندې پر مختللې سلاح او هغه هم په ټول توان او قدرت سر ه استعمالول هغه عمل دى چي هيڅ انساني ټولنې ېې ۰۰� �۰دى ته په سياسي ژپه كلمه نه پېداكيږي ،دا ېو حماقت او لېونتوب ول اود دى عمل لپاره دشمن د ډېره وخته تېارې نيولې وه چې هم ورته سلاح او مهمات په اختار كې وركول كېده او هم ېې معنوي كومكو نه ورسره كول او دى ته لېوال ول چى په � �بقاز كى خپل جنګي ماشين ځاې په ځاى كړي ځكه په منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا كې خورا زېاتې سرپوښلې طبعي زېرمې موجودې دي ،او ګورجستان ېې په همدې خاطر په نښه كړې وو حتې ګورجستان ولت پې سر خلاص نه شوو او د روسي په مقابل كې ودرېدل او جنګ ېې شروع كړه، هر څه روښانه ول مونږ د امريكاېانو سره د سولې خبرې كوو او هغوې دلته زمونږ په ګاونډي هيوادونو كې وسلوال ځواكونه او د ملل متحد صلح دوستې قواوې ځاې پر ځاې كوي دا مې په دى خاطر ووېل چى ډېر ښه كار وشوو چى مونږ هم دسلاح څخه كار واخصت پوښتنه : زه له تاسو سره په دى كى هم نظره ېم ګورجستان كه نه وې لمسول شوى هيڅ وخت ېې د روسانو سره جنګ ته زړه نه ښه كاوه ځكه اسيتيه د ګورجستان خاوره وه دا خبره ما په اتم نېټه كړې ده او دا ېو وا� �يعت دې دا چې مونږ وسلوال عمل وكړه په ځاې وو خو د ېو خود مختار هيواد د پېژندلو سره هم نظر نه وم ؟ جواب : زه دلته ستاسې نظر تايدوم پوښتنه : دا په دې معنا چى زما او ستا نظر ېو دې ؟ جواب : څه ضرورت ووچى په رسميت ېې پېژانده همغسې به ېې پرې ښې وى څنګه چى مخكى ول پوښتنه : افغانستان ته دد ملل متحد قواوې راغللې اوبياېې خپل وسلوال ځواكونه څاې په ځاې كړل اوس ګورو چى د ناټو قوتونه جنګ كوي ما په زړه پورې اسناد پېدا كړه چې په كى ليكل شوي دي كله چى په ۲۰۰۱ كال كې چى د ناټو ځواكونووسلوال عمليات شروع كړي دي تر ۲۰۰۹ كال پورې د ناټو ټول تلفات ۱۰۷۵ كسانو ته رسيږي ېعنې په ۲۰۰۹ كال د فبروري په مياشت كى ۸ عسكر تلف شوي دي په طول د ۸ كالو كى ۱۰۷۵ انسانان وژل شوي دي ا ګر چې دا ېو غم انګېزه خبر دې خو كه ددوې مرګ ژوبله د روسانو د مرګ ژوبلې سره مقايسه كړو م ونږ په لسو كالو كى ۱۴۰۰۰ عسكر له لاسه وركړي دي ۰ پوښنه : ښاغلې ميخاېل سرګېوېچ دا ېو لوي رقم نه دى ؟ جواب :زمونږ قواوې چې افغانستان ته ورننوتې راسا د افغانانو پارتيزاني جنګونو سره مخامخ شوې ، كمينونه راته نيول كېده ،له پله پلوه دا ځانګړې جغرافيه يي موقيعت او دنګ دنګ غرونه چى هلته زمونږ تانكونه كار نه كاوه،او اوس هم دا علت دى چې امريكاېان هم هيڅ نه شي كولاې او نه پرابلومونه حلولاى شي او نه امنيت راوستلاې شي ځكه د افغانستان خلك خاريجيان نه غواړي مونږ مجبور وه چى منطقه پرېږدو او و وځو ،عسكر مجبور وه چى اوامر په څاى كړي خو د ناټو � �واوې داسى نه كوي هغوې پر مخ تللي سلاح او موهمات استعمالوي او هوايي ځواكونو او بې پيلوټه الوتكو څخه كار اخ� �ي پوښتنه : ښاغلې مېخاېل سېرګېوېچ تاسې دوه نظره ور كړه او دواړه نظرونه تفاوت لري ؟ جواب : دا په دى خاطر چه مونږ باېد هم د انسانانو ژوند ته د احترام په سترګه قاېل وې لكه امريكانيان چې د خپلو خلكو ژوند ته د اح ترام په سترګه ګوري پوښتنه: اوګورې دوه مختلف نظرونه دي زه غواړم چې تاسى ته ېې روښانه كړم مېخايل سرګېوېچ،( اندرى ) له تاسې پوښتنه كوي او واي زه ډېر افغانان ملګري لرم چى مور او پلار ېې نه شته او په يتيم خانه كى لوي شوي دي او دې افغانانو د شوروي اتحاد د وسلوالو ځواكونو سره مرستې كولې دوې واي چى دافغانستان څخه د روسانو د قوواو ايستل دافغانستان د خلكو سره لوي خيانت او جفا وه) دا د رونډ اندو افغانانو نظرهم دى خو زه بيا واېم چى ( له تاسو نه ېو عالم مننه چى عسكر مو له افغانستان څخه وويستل او زما دځوې ژوند ته مو نجات وركړه) دا وو زمونږ د زمانې د ځوانانو دوه مختلف نظرونه ؟ جواب : دا په دى خاطر چى مونږ د موضوع څخه وړاندې لاړو او په دې مو روشني وا نه چوله چې هلته په افغانستان كى ېو ميلون شهيدان شوي او شپږ ميلونو افغانستان پرېښودې او مهاجر شوي دي بوښتنه : يو ميلون شهيدان شوي دي ؟ جواب : بلې دا رقم ېاديږي خو دقيقه احساېه نه شته پوښتنه : م يخاېل ګرباچوف كوم امكانات مو په افغانستان كى له لاسه وركړل چى باېد نه مو وى وركړي ،او كوم كارونه چى مو په ۷۰ وم او ۸۰ وم كلونو كى باېد كړي و اى چى ومو نه كړاې شول او وسلوالو ځواكونو كوم نظر لاره او كه نه ؟ جواب : زه فكر كوم چې دا يوه غټه اشتبا وه چې نورمحمد تركې او حافظ اله امين قدرت ته راغلل. پوښتنه : ېعنې اول سياسي اشتبا، او بيا د قوواو وتل ؟جواب : ېو د بل پسې سياسي غلطي وې پوښتنه : دا موهمه ده چې په خپله ا� �تباه قانع ېو ښاغلې يوري مېخاېلووېچ زمونږ د پوښتونو په اساس ۹۲،۴% ستاسې او نننې دولتي ادارې نظرچى د افغانستا نه د قوواو وتل تايده وي يو دي او ۷،۶% دا نظر لري چى د قواو وتل يوه اشتباه وه جواب : زه ېو وار بيا هغه چاته چى د قوواو وتل اشتباه ګڼي واېم چې د ځان سره ېو ځل بيا فكر وكړې چې مونږ باېد بى تفواته پاتې نه شوو دبل چا په خاوره تعرض كول او هغه هم په ګاونډي هيوادونو پوښتنه : په دولتې اورګانونو كې داسې نظريات شته ، څو ورځى م خكى د مخدره موادو امر يوانوف ووېل چې د ناټو هيوادونو سره په افغانسان كى كومك كول لوېه غلطي ده ،د هغه وخت نه چى د ناتو ځواكونه افغانستان ته راغلي دي مخدره مواد د مركزي اسيا د سرحدونو نه د روسي خاورى ته څو چنده زيات � �وى دي دا غلطه ده چى په اوس وخت كى د ناتو ځواكونو سره كومك وشي ؟جواب : زه فكر نه كوم چى كومك كول اشتباه ده وضعه خو خرابه ده مونږ د تروريستانو او مخدره موادو په وړاندى كومك كوو ځكه دا زمونږ په ګټه ده دا چى مونږ ور سره په اكمالاتو كى كومك كوو او پا ورته لاره وركوو خو عسكر هلته نه ليږو او په جنګ كى ورسره برخه نه اخلو پوښتنه : ميخاېل ګرباچوف دادې اوس په ( ماناس كې د امريكا د نظامي پاېګاه ) خبرى تودى دي قرغيزيستان د ام� �يكاېانو نظامي هډه چى افغانستان ته ترى اكمالات كېږي غواړي بنده كړي؟ جواب: په قر غېزېستان كى چى څه تې� �يږي دا نو ېو سياسي لوبه ده چې ېو وخت د قرغېزېستان لپاره په ګټه وه او امريكا ته ېې خپله خاوره په خدمت كى وركړې وه دا ېو نورمال كار دى، اوس چى امركاېان وځي دا د قرغيزستان ، قازاقېستان او روسيه خپله منځنۍ خبره ده پوښتنه : كه داسى وي قازاقستان او تاجيكستان خو ورته لاره ور كوي ؟ جواب : مونږ هم لاره وركوو … پوښتنه : تاسو څه فكر كوى ؟ جواب : په اوس وخت كې هغوې درست عمل كړې دى۰ پوښتنه : څنګه,جواب : په پرنسيپ كى د امريكانيانو نظامي هډى باېد دلته نه وي دا ېو موهم سوال دى اوس به امريكاېان دنوي حكومت سره په نوي شراېطو اونوى طريقو موافقه او خبرې كوي باېد په دقت پې غور او فكر وشي ۰۰۰ پوښتنه : ته پوهېږې چې دلته ېو څو و� �ځې مخكې ېو امريكايي ماته ووېل چى زمونږ ولسمشر اوباما ستاسې ګارباچوف دې ، زه هك پك پاتې شوم ؟… جواب : فكر كوم ۰۰۰ پوښتنه : اباما د امريكايانو لپاره ګرباچوف دى امريكاېان داسې واي ؟ جواب : ته پوهېږې درې څلور كاله كېږي چې زه په امريكا كې په ډاګه خبرې كوم او هغوې له مانه دا پوښتنې كوي ( چى ستاسى حالات د يوى ورځى نه بلى ته په خرابېدو دي)، زه په كال كې ېو ېا دوه وارې امريكا ته ځم او هلته په لويو لويو كنفرانس ځالونو كى چې كم تر كمه د ۳۰۰۰څخه تر ۲۰۰۰۰كسه په كې رټول وي ورځم او هلته له مانه خلك پوښتنې كوي پوهيږى چى هغوى څه يوښتنې كوي ، هغوې واي چې زمونږ د هيواد په دننه او دهيواد د باندې حالات د يوې ورحې نه بلې ته په خرابېدو دي او خلك راته هم ګوته نيسي ( ته مونږ ته كومه لارښونه او مشوره راكوې ) زه په جواب كې ورته واېم چې مونږ په خپل هيواد كې ستونزې ډې� �دي خوسره له دې ما ( ريګن ، او بوش) ته دا ويلي دي چې زمونږ لپار بادسازي په كار ده دا ځكه چې مونږ داسې لاره غوره كړې چې ټولنه ېې شړولې او خلك هك پك پاتې دي حتې اوښيار او پوه خلكو پى سر نه خلاسيږي نو په دى خاطر بادسازي ته ص� �ورت دى پوښتنه : دا بادسازي د امريكاېانو لپاره ؟ جواب : نه، دا زه واېم چى زمونږ لپاره باد سازي لازم ده خو ستاسې لپاره له نورو په پرتله ډېره زياته باد سازي ته اړتيا ده ، كله چې د لمړي ځل لپاره په انيو� �سېتېت كې چېرې چې محصلينو او مېلمانو پكې ګډون كړى وو ما دا خبره وكړه ټول ځال ودرېده او پنځه دقيفې ېې لارسونه ټقول ۰پوښتنه : تاسې خوېو څو ورځې مخكې د ريس جمهور مېدوېدف سره وكتل اومېدوار ېاست چى د امريكا ريس جمهور اباما او د روسيه ريس جمهور مدوېدف به په دې هكله خبرې وكړي ۰۰۰ خبرې به وكړي خو دهر چا دريز معلوم دې مېدوېدف د روسيه ريس جم هور دى او اباما د امريكا ريس جمهور دى دوې هر ېو خپل نظر لري زياتره وخت ددوې نظرونه په ټكر كې وي ته له مانه په دى ښه پوهېږې۰۰۰ ؟ جواب : زه په دې خوښ ېم چى دوې دواړو سره تلېفوني ارتباط نيولې دى او ېو بل سره ېې تلېفوني خب� �ې كړي دي پوښتنه : د ريس جمهور اباما او او ريس جمهور مېدوېدف شخصي ارتباطات څه نتيجه وركوي، د دوې شاته د ټولنې اوښيار او پوه قشر ولاړ دې چې هغوې ټاكونكې رول لري ؟ جواب : دا درسته ده خو د ريس جمهور صلاحيتونه خو ترې نه شي كمولاى په دى خاطر خلك له د ريس جمهور نه پوښتنه كوي دا اوس چې ما خلك ملامتوي او داسې فكر كوي چې دا ټول كارونه ما په يواځيني ځان كړي او په خوا كى مى هيڅوك نه وو پوښتنه : شاغلې ميخاېل ګرباچوف ېو مسال راوړې چى ستاسى شخصي اړيكو د امريكا د ريس جمهور سره د حالاتو په ښه كېدو كى كومه مرسته كړي ده په هغه وخت كې چې كاري ټېم مو درسره همنظره هم نه وو جواب : دا سوال ما د ( شولت ) نه وكړه پوښتنه : هغه چى د امريكا وزير خا� �جه وه ؟ جواب : هغه څو ورځى مخكى راغلى وه ما او هغه دوه ساعته سره خبرې وكړى اوترى مى وپښتل داسى كله نه دي شوي چى ريګان د خپلو سلاحتونو نه لوړ داسى عمل چې نورو به پى عكسلعمل ښوده كړى وي او يا بل كوم ريس جمهور خو به داسې نه وي كړي ؟ هغه ماته وويل نه ( يواځې ريګان ددې جرائت لاره ) او بوش د ريګان په هكله وېل (( ريګان د جمهوري خواهانو د هغه كيڼ اړخو له ډلى نه دې چى شاته ېې پالچان ولاړ وو )) ده چې به د روسي دولت او خلكو سره ددوستې او ښه اړيكومناسباتو د ښه كولو كوشش كا وه بيا به نورو وېل چې دلته دا كومه دلچسپي لري ، په ريښيا امريكا دلته خپلې ګټې لرلې چې تر لاسه ېې كړې په داسى حال كى چى دده سره ډېرو مخالفت لاره حتى ( ي – اواېن بېر ګر ) چې ورسره هم مخالف وه پوښتنه : ددفاع وزېر ؟جواب : ۰۰۰لمړې ملاقات په سويډن كى وه پوښتنه : دا اوس مونږ وينو چې د ام رېكا سره مزاكرات ۰۰۰ جواب : اول مناسبات او بيا ېو دبل پسى تلېفونونه فكر كوم چى د لمړي ځل لپاره د راديو � �ه لارى دا څرګندونى كوم هغه وخت چى د اول ځل لپاره ما او ريګن سره ملاقات وكړه وروسته د ملاقات نه هم مسلكو را نه وپوښتل( چى د ملاقاته نه دې څه خا طرات په لاس راوړل ) ما په جواب كى ورته ووېل ( تېار دينازاور دى) وروسته له يوې اونۍ همدا پوښتنه ېې د هغه نه كړى وه هغه په جواب كى ورته ويلي وه ( سر سخت بلشوويك دى) زمونږ دوستي ددى خبرو نه پېل شوه ، ېو وخت داسى شراېط رامنځ ته شول چى ما او ده سره ملاقات لاره ده ماته مورال تشرېح كوه چى د خبرو په سند كى شته پوښتنه : د محرمو خبرو په سند كى ؟ جواب : بلى پوښتنه : پښنه غواړم مېخاېل سرګېوېچ تاسې داسى جوابونه وركوى- هغه شته ، هغه شته ، نه ، پلې ځمونږ په هكله ؟ جواب : دا په دى خاطر چى ما ريګن ته ووېل(( زه يوه دقيقه خبرى كوم نور مى تاته غوږ نيولې وي ، دا در ته واېم چى ته باېد پوه وى چى نه ته څارندوال ېې او نه زه مجرم، نه ته ښوونكى ېې او نه زه شاګرد ،كه تاسى په دى روحيه غواړى چى زمونږ مناسبات ښه شي وېلاې شم چى په دى شان مونږ ېو سوال هم نه شوو حلولى ، ددى امكان شته چى زمونږ دا ملاقات تر اخره دوام ونه كړي، كه تاسى دى ته تېار ېاست چى زمونږه اوتاسى همكاري مساوي وي په دى صورت كولاې شوو ډېر مخكى لاړ شوو )) يوه لحظه ېې مكس وكړه او بيا ېې ووېل ( رازه ته ماته د ( ران ) او زه به تاته( ميخاېل) خطاب كوم ) دا ډېره موهمه وه او داسې مناسبا ت باېد د بوش د ادارى سره ټينګ شوي واى خو دا مناسبات ( ګ ، ك ، چ ، پ ) ټول له بېنه يوړل ، ددى امكانات ډېروه چى دا مناسبات ټينګ شوي واې ، په اخېرو وختو كى مونږ په خپلو كى په دى هكله خبرى كولى پوښتنه : تاسى د ( دېميتري م ېدوېدوف) او ( بارك اباما ) په باره كې چى ځوان سياست كونكي دي څه فكر كوې ؟جواب : دا ډېره موهمه ده پوښتنه : هغوى به ېو بل درك كړي او كه هر ېو به په بېلو بېلو لارو ځي ؟ جواب : په دې هكله ځما ېوه ليكنه د ( روسكېه ګازيتا ) كى چاپ شوى ده د اباما په هكله باېد ووېل شي چى دهغه كا ري ټېم داسې پاخه تجربه كاركسان دي چى تېريستل ېې اسانه نه دي پوښتنه : زمونږ هم ؟ جواب : زه په فكر كوم په هغه وخت كى هغوى په خپله ګټه استعمالولى شوو چى هر اړخيزه معلومات په لاس راوړل شي غور پې وشي او بيا تسميم و نيول شي ، له دى لپاره نوي كسان اونوى وظيفه (هدف) وټاكل شي او كه نه مونږ د بادسازى تجربى لرو چى په اخر كى رانه ګډه وډه شوه پوښتنه : مېخايل سېرګېوچ اخرنى پوشتنه ؟ جواب : ادبي اصطلاحات مى وكارول پوښتنه : مخامخ پوښتونو ته تاسى جوابونه وركوې ؟ . جوا : بلى . د مشورى نه وروسته, ,.پوښتنه : مېخايل سېرګېوېچ تاسې د ريګن سره په دى بريالي شوى او د او� �وپا څخه مو راكټونه يسته كړل د ( اس،اس ۲۰او پېرشېنګ ) راكټونو په هكله موافقې ته ورسېدى ، داسى برېښي چى اوس بيا راكټونه بسته كوي ، تاسى خپل راز راته وواې چى دواړو خواوو ته هم دفاعي او هم تعرضي راكټونه بسته وو څرنګه په دى بريلي شوى چى ېو بل ته ېعنې اول ريګن او بيا بوش ته مو قناعت وركړه او راكټونه مو لرې كړل ،( هم امريكاېانو اوهم مونږ ټول راكټونه ايسته كړل ). جواب : لمړى هغوى دا پشنيهاد كړى وه دهغوى سېدراعظم دلته راغلى وه او د كاسيګين سره ېې خبرى كړى وى پوښتنه : دكوم هيواد سېدراعظم ؟ . جواب : د جرمني فېدراتيف هيواد پوښته : ممكن (كول) جواب : نه نهپوښتنه : د هغه نه مخكې (شميت) ؟ جواب : درست (شميت) هغه وېل ( مونږ مجبور يو چې د راكټو نو د لرې كولو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست:له 50 تر 70 دولت ضد وسله وال وژل شوي", "output": "د خوست والی ارسلا جمال نن يکشنبه شيبه دم خه وویل چې د ائتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې چې نن سهار دوخته تر سره شو له 50 تر 70 پوری دولت ضد وسله وال وژل شوي دي . دجمال پر وینا چې دا بمباري وروسته تر هغه پيل شوه چې وسله والو د افغان پوليسو پر یوه پوسته بريد وکړ .جم ال د بمارۍ دقیقه سیمه په گوتو نه کړه .طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رابرت ګیټس په افغان جګړه کې پرمختګ ویني", "output": "میرویس جلالزی د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس د افغانستان په حالاتو کې مثبت بدلون ته سترګي په لاره دی. نوموړي له اې بي سي امریکایې ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان په جګړه کې وروسته تر هغه پرمختګونه ولیدل شول چې بارک اوبهاما افغانستان ته د دیرشو زرو نورو سرتیرو د استولو خبر ورکړ. ګیټس وویل چې په هلمند کې د امریکایې سمندري ځواکونو او نورو مرستندویانو له خوا پیل شوي عملیات دا ښیې چې امریکايي سرتیري لوړ جنګي مورال لري او په دغه ولایت کې یې له طالبانو څخه ابتکار په خپل لاس کې نیولی دی. د هلمند په نوزارد او ګرد چاپیر سیمو کې له تیرو څلورو ورځو را پدې خوا چاڼیز عملیات پيل شوي دي. په دغو عملیاتو کې افغان، بریټانوي او امریکایې سمندري ( مرین) ځواکونه برخه لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مجددي: د حکمتيار بخښنه د ولس او شورا واک دى", "output": "د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر صبغت ال� �ه مجددي نن له دولت سره د ١٣٠ تنو د يو ځاى شوو او پيوستون د ناستې پر مهال د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د اس� �امي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار د بخښنې واک ولس او ملي شورا لري اودا پرېکړه دوى کولاى شي. نوموړي په حکم تيار يو ځل بيا تور ولګاوه چې په خپل وخت کې يې مرګ او ژوبله کړې ده. مجددي له دولت سره د يو ځاى شوو کسانو په هکله چې د اسلامي ګوند او طالبانو سره د نوموړي په وينا تړاو لري خوشالي وښوده او هغوى ته يې د امن اسناد ورکړل. د م� �ي پخلاينې او د سولې د ټينګښت د کميسيون د چارواکو په وينا تر اوسه تر ٢٤٠٠ ډېر مخالف کسان له دولت سره يو ځاى � �وي او د کمېسيون د هلو ځلو له مخې ٤٩٧ تنه د بګرام او ګوانتانامو له جيلونو څخه خوشي شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غــــــــــــــــــــزل يه ښکلې نن شوي را په ياد ولېد زړه دنيا مې شوه برباد ولېواړه دنيا څومره خوشحاله ګرځييو په کې زه ګرځم ناښاد ولېداپښتانه او سربازان د وطنخاورې په سر ګرځي برباد ولېما خو ژوندون د تا په نوم کړی دیبيا هم ته مانه کړي فرياد ولېذاکره ! ټول عمر دي لار څا� �لهنه شوې له غم څخه ازاد ولې؟؟؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شکریه بارکزی: افغانان به د کرزي او اوبهاما د تربګنیو قربانیان شي", "output": "میرویس جلا� �زید ولسې جرګې غړي شکریه بارکزۍ وایې چې که چیرته د بارک اوبهاما او حامد کرزي تر منځ همداسي ناندرۍ او د اړیکو خړه پړه فضا دوام ومومي نو ډیر ژر به افغانان د دغو دوو کسانو د شخصي سلیقو قربانیان شي. ویل کیږي ، کله چې بارک اوبهاما د امریکې د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو له هغه مهال راهیسي یې له ولسمشر کرزي سره هیڅ راز خب� �ي نه دي کړي. ولسمشر کرزي دغه خبره د الجزیرې ټلویزیون له انګلیسي څانګي سره په ځانګړي مرکه کې کړي. د سیاسي چارو شنونکي هم د اوباما او کرزي تر منځ چې هیوادونه او حکومتونه یې د یو ګډ هدف لپاره کار کوي د سړو اړیکو په اړه شدیده اندیښنه لري. میرمن بارکزۍ هم د همدغو کسانو له ډلي یوه ده. هغې وویل چې که هر څنګه وي اوس باید دا دوه دولتونه چې د ګډو موخو لپاره یې مبارزه روانه کړي یو په بل اعتماد وکړي او دغه روانه مبارزه د بریالي توب تر پولي پوري ورسوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندوليزه رايس کابل ته ورسېدله", "output": "٢٧ د کب ١٣٨٣ د امريکا د بهرنيو چارو وزيره کندوليزه رايس نن کابل ته ورسېدله. په کابل کې يې دافغانستان د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي او د بهرنيو چارود وزير عبدالله سره وکتل. کندوليزه رايس په يوه مطبوعاتي کانفرانس کې وويل چې امريکا د تيرو تجربو څخه زدکړي چې افغانستان بياداسې يواځې پرې نږدي لکه چې د شوروي پوځونو د وتلو نه وروسته يې پريښې و. هغې وويل چې د افغانستان پارلماني انتخابات به د سنبلې يا ميزان په مياشت کې تر سره شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ننگرهار:دوه ښونځي او يوه ديني مدرسه جوړيږي", "output": "په ننګرهارکې ددوه ښوونځيواويوې ديني مدرسې دودانيودبنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ودانۍدولایتی بیارغونې ډلې (PRT) له لورې ددې ولایت دکامې اوبهسودوپه ولسوالیوکې ددوه سوه اته پنځوس زره امریکایی ډالروپه لګښت جوړېږی. دننګرهاردپوهنې رئیس محمداقبال عزيزي ووی� �: دننګرهاردکامې دولسوالۍ دموسى شفیق اود نواباد په سیمه کې دیوې دینی مدرسې، اودغه راز ددې ولایت دبهسودو و� �سوالۍ دناهیده شهیددښوونځی دجوړېدوچارې پیل شوې دی.نوموړى وایی: په دغو جوړېدونکو ښوونځیوشاوخوا دوه سوه اته پنځوس زره امریکایی ډالر لګښت راځی، چې دننګرهار دولایتی بیارغونې ډلې (PRT) له لورې به ورکړل شی.هغه زیاته کړه: یادې شوې درې واړه ودانۍ په څلور څلورجریبه ځمکه د دولسوتدریسی او اداری خونوپه لرلوسره جوړېږی، چې دجوړېدوچارې به یې په راتلونکوشپږومیاشتوکې بشپړې شی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانانو د بې وزلۍ لاملونه( د لمرلیکنه)", "output": "دافغانانو د بې وزلۍ لاملونه( د لمر� �یکنه) د سيدشېراحمد لمر لیکنه د افغانانو د بې وزلۍ لاملونه ډېر دي٠ زۀ دلته د هغو لاملونو يادونه کوم چې رېښې يې زموږ لۀ کلچر او دودونو چينه اخلي٠ لۀ يوې لورې دېرش کلنې غميزې زموږ ژوند تريخ کړی دئ ، لۀ بلې لورې داسې دودونه (رواجونه) لرو چې زموږ د ولس پۀ بې وزلۍ کې ستره ونډه لري٠ کۀ چېرې خپل ورځني ژوند ته پام وکړو نو ډيرې داسې چارې تر سترګو کېږي چې زموږ د ژوند د خرابېدو اصلي لاملونه دي٠ د بېلګې پۀ توګه کۀ د وادۀ او ورسره د اړوندو دودونو لګښتونو ته ځير شو لۀ ورايه وينو چې دا زموږ پۀ بې وزلۍ کې څومره ونډه لري٠ زۀ بۀ د يوۀ وادۀ او اړونده لګښتونو يوه لنډه يادونه وکړم٠ د هر څۀ ترمخه د رويبارۍ (خواستګارۍ) پړاو دئ، کله چې دواړه خواوې سره جوړې شي يو کوچنی ګل ورکول کېږي چې د دې لپاره يو کوچنی محفل جوړېږي ورپسې د کوزدې (شيرينخورۍ) محفل دئ٠ وروسته لۀ دې د نکريزو شپه ورپسې وادۀدئ٠ لۀ وادۀ وروسته تخت جمعي، شاه سلامي او د پايوازي محفلونه دي چې پر دې محفلونو پۀ سلګونه زره افغانۍ لګښتونه راځي٠ ودونه او اړونده نور محفلونه يې اوس د پخوا پۀ شان نه بلکې پۀ ډېر اصرافانه توګه تر سره کېږي چې زښت زيات لګښتونه غواړي٠ د دې لګښتونو سربېره د ولور ،خلعتونو او همدا شان د کوزده توب پۀ پړاو کې د نوي کال ، اخترونو او پۀ داسې نورو ورځو کې د ناوې (کوزدې) کورته جوړې وروړل، ټول هغه لګښتونه دي چې ټول افغانان يې بې وزله او غريب کړي دي٠ کۀ چېرې دا لګښتونه نۀ وي افغانان کولای شي پۀ دې پيسو باندې ځان ته ښۀ ژوند جوړ کړي٠ همدا ډول دا هم اوس دود ګرځېدلی دئ چې کۀ ښځې (نجونې) يوۀ محفل کې يو ځل يوه جوړه کالي واغوندي هغه کالي بيا بل محفل کې نۀ اغوندي٠ ځينې خو پۀ يوۀ محفل کې څو جوړې کالي اغوندي٠ بل د پرتم ينې مېلمستيا دود دئ چې افغانان يې د نوې وادۀ شوې جوړې لپاره جوړوي چې زښت زيات لګښت پۀ کې کوي٠ ډېر داسې خلک شته چې خپلو ماشومانو ته د سهار او ماښام ډوډۍ نشي برابرولای اما د سيالۍ پۀ خاطر دا ډول مېلمستياوې جوړوي٠ زما پر اند زموږ د ټولنې ډېرې ناخوالې د دا ډول دودونو زېږنده دي٠ زموږ د ټولنې غوڅ ډېرکی د دې لګښتونو وس ن� �ري، د دې لپاره چې دا لګښتونه پوره کړي اوږدې مسافرۍ، غلا، بډې اخستلو او داسې نور غيرمجاز کارونو ته مخ اړوي٠ پۀ لنډه توګه ويلای شم چې د همدې بېځايه دودونو لۀ کبله زموږ پۀ ټولنه کې اخلاقي انحراف، فساد او بې امني رامنځ ته شوېده٠ هيله ده چې افغانان د خپل ژوند د ښۀ کېدو لپاره لۀ بېځايه لګښتونو او دودونو نه لاس پر سر شي٠ پۀ درنښت سيدشېراحمد لمر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغان ماشومانوسره دپاکستانى چارواکو زورزياتى", "output": "پاکستانى چارواکو پرون ناوخته د تورخم په پوله د ننګرهار ولايت ځايي چارواکو ته د يوې نجلۍ په ګډون ١٧ تنه افغان ماشومان چې عمرونه يې تر ١٧ کلونو کم وو،وسپارل .افغان ماشومانو د پاکستان د امنيتى چاراواکو له بد او ناوړه چلند څخه سر ټکوو. ټولو په يوه خوله ويل چې دمزدورى اوغريبى په موخه هغه هېواد ته تللى وو ،چې له نيول کيدو وروسته پوليسو له دوى سره زورياتى کړى او ددوى له وهلو او ډبولوڅخه يې ډډه نه کوله. نوموړى افغان ماشومان ٦ مياشتې د پاکستان په جيلونو کې پراته وو.دغه ماشومان د کاپيسا، تخار، ننګرهار او لغمان اوسيدونکى دى چې دا مهال په جلال اباد کې تر درملنې لاندې دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مونږ په صليب او رام رام نه ماتېږو", "output": "نه حکمتيار نه رباني غواړو مونږ نه کرزی نه قانوني غواړو نه اسامه نه طالبان پيژنو نه ګوډاګی د پنجابي غواړو ساتو سرلوړې به جنډه د اسلام خپل وطن خپله واکمني غواړو د امريکې ﻻس ﻻندې نه اوسېږو مونږ ازادي مونږ ازادي غواړو دا چې زه غلی يم څه نه وايمه دا فکر ونه کړې چې نه پوهېږم بيا رغونه دې بهانه نيولې هدف دې څه دی په دې ښه پوهېږم مونږ نه غمي عراق نه تېل پټوې وړوکی نه يم په هر څه پوهېږم ايران نه پس د پاکستان نمبر دی په هر پلان باندې دې زه پوهېږم دلته کرزی او کارمل يو مانا ده يو مو سحر بل مازديګر خرڅوي دا بې ضميره بې احساسه خلک زمونږ ګودر زمونږ سنګر خرڅوي سپوږمۍ د شپو خو يي په پټه ويوړه اوس په رڼا ورځ رانه لمر خرڅوي د خپل يو څو ورځې چوکۍ په خاطر غرور د قوم مې په ډالر خرڅوي په تور کارغه او ټپوسانو باندې ښايسته او ښکلی به ګلشن څنګه شي دا دګلانو د سيزونکو په لاس ګل او ګلزار به دا چمن څنګه شي چې دغليم د جنډې لاندې ناست وي دا به زما د قام واکمن څنګه شي د ترقۍ په خلاف نه يو مونږ خو جوړ په کفارو به وطن څنګه شي ؟ د شاه شجا په پل روان نه شې کرزيه پام عبدالرحمان نه شې ها د ډيورنډ لاسليک يي ښه ثبوت دی سل کاله پس به هم د ځان نه شې عقل او فکر دواړه وسنجوه ګټه کې کوټ نه شې تاوان نه شې د دايمي اډو لاسليک ونه کړې دومره ماشوم دومره نادان نه شې دا وزيران چې راټول کړي دي تا دوی بې له خېټې نه بل غم نه لري د ملت مال دولت په بډه وهي د پاک الله نه ويره هم نه لري مونږ د جازونو سيالي څنګه وکړو چې مو يو کلی سړک سم نه لري کرزيه مونږ درنه ډالر نه غواړو زمونږ دا خوار ملت قلم نه لري مونږ له تيارو نه بغاوت کړی دی مونږ د رڼا ځامن ډيوې پسې ځو د قربانۍ وخت کې سرونه شيندو د ملالۍ مستې ټپې پسې ځو د غلامۍ ژوندون مو نه دی په کار د ازادۍ په فرښتې پسې ځو مونږ په صليب او رام رام نه ماتېږو مونږ د تکبير تکبير نارې پسې ځو چې د قران په سر مې وينه توی شي ما د عثمان غوندې اصيل کړې ربه د ابرهه لښکر کعبه ورانوي بيا رانازل پرې ابابيل کړې ربه زمونږ کتاب ته چې په سپکه ګوري ته يي په خپل قهر ذليل کړې ربه د وخت فرعون چې په کې غرق و پرق شي زما دا اوښکې رودنيل کړې ربه دلته نرګس په سر د دار ځوړند دی دلته ګلاب دلته رامبېل شهيد شو ځلميو ولې خوبولي ښکارئ ؟ د پيغلو غاړو کې امېل شهيد شو د کليسا د پيرويانو په ﻻس جومات مو بېل ، قران مو بېل شهيد شو محبوبې ؛ غاړې ته يې ګلان ځېلۍ کړه که په سنګر کې امرخېل شهيد شو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي د عراق د شيعيه ګانو له پلاوى سره وکتل", "output": "افغان ولسمشر حامد کرزي د عراق د شيعيه ګانو له يو پلاوى سره کابل کې وکتل او هيله يې څرګنده کړه چې ژرترژره عراق کې سوله او ثبات ټينګ شي او ولس يې پر ستونزو برلاسى شي .په کتنه کې د پلاوى مشر سيد جواد شهرستانى د افغانستان د پرمختګ څخه خوښى وښودله . ټاکل شوې ده نومړى پلاوى د هېواد يو شمير ولايتونو ته سفر وکړى او د افغانستان له عالمانو سره له نږدې وګوري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالي پسله يوکال نه نيول شويده", "output": "تېره پنجشنبه دارغنداب ولسوالي دولت له يوه کاله پس له طالبانونه ونيوه دزابل ولايت په ارغنداب کې دتصفوي عملياتو په نتيجه کې ١٧ نفره دطالبانو نيول شوي دي دهغو عملياتو په تر څ کې چې دزابل ولايت دارغنداب په ولسوالي کې دزابل دولي خيال حسيني په وينا دپنج شنبې په ورځ دزابل ،غزني دوسوه عسکرواو دايتلاف دځواکونو په ملتيا پيل کړي وه اته نفه يې مسلح کسان او٩ نفره يې نور چې دطالبانو شک پرې کېدى نيول دي . دزابل والي خيال حسيني په وينا داعمليا ت لاتراوسه هم روان دي چې په سيمه کې پلټنه کوي .او له دي سره والي دماين يوه پيښه تايده وي خوولې وژنه او زخمي کيدل دعسکرو رده وي دارغنداب ولسوالي چې دزابل دوالي په وينا پس له يوه کاله يې دلومړي ځل لپاره دطالبانوڅخه لاس راوړې او دعبدالقيوم په نامه ولسوال يې سره له خپلو ملګرو هلته دولسوال په صفت ورلېږلى دى. دزابل والي زياته کړه هلته اوس ارامي ده کومه امنيتي ستونزې نشته . خو دعيني شاهدانوله قوله په ارغنداب کې سخته جګړه روانه ده چې ډېرى طالبان او دولتي عسکر په کې وژل شوي دي چې په دې کې يو دغزني دوالي نږدې ملګرى هم سخت زخمي دى او دوه موټره ددولتي او ايتلافي ځواکونو په ريموټي ماينون الوزول شوي دي. له دې سره په څنګ کې دوه نفره نور چي طالبانو سټلايټونه ورسره نيولي وه امريکايانو ته يې دجاسوسي په تور په نوموړې سيمه کې وژلي دي دادوه نفره چې له قلاته ميزاني وولسوالي ته روان وه او دهغې سيمې خلک وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف: زابل کې افغان ځواکونو ته تاوان واوښت", "output": "د طالب وسله والو یو ویاند چې له نا څرګند ځای څخه ځان د ګرځنده ټلیفون پر مټ قاری محمد یوسف بولي وایې چې نن یې د زابل ولایت د مرکز اړوند په یوه سیمه کې د افغان ملي اردو یو رینجر موټر پر ماین الوزولی چې د نومړي پر حواله پکې ۱۱ افغان سرتیري وژل شوي دي. که څه هم د نوموړي د خبریو سپیناوی تر اوسه کومي خپلواکي سرچیني نده کړي خو د یوسف پر وینا چې د اردو دوهم � �ینجر ګاډۍ په همدې چاودنه کې یوه ګړنګ ته لویدلی چې څه نا څه زیان ورته رسیدلی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو په لوګر کې چورلکه راغورځولې ده", "output": "پل علم- بېنوا: طالبانو د لوګر ولايت په لرې پرته خروار ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو يوه چورلکه راغورځولې ده. په کابل کې ميشت نړيوال ايتلافي ځواکونه وايي، طالبانو دغه چورلکه دخروار ولسوالۍ په غرنيو سيمو کې د سپکو وسلو په ډزو راغورځولې ده. د يادو شويو ځواکونو په وينا، د چورلکې پيلوټ تر اورلګېدنې مخکې چورلکه پرځمکه کښېنولې او له عملې سره يوځاى له پېښې روغ وت� �ي دي. خروار د لوګر په هغو ولسواليو کې شمېرل کيږي، چې د طالبانو نفوذ پکې تر نورو سيمو ډېر دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پانوس حباب", "output": "هر يو توری يې نغمه ده عشق د حسن يو کتاب دی نښتېږلی په کي تاک دی ، له خمار نه ډک درياب دی زما دژوند په تياره دښته ، دغمو ژلۍ ورېږي ما مشعل د زړه ټومبلی په پانوس کي د حباب دی هر ماښام يې بلومه ، ستا په لاره د راتګ کي په ډېوو کي د لېمو مي د سرو اوښکو مست سېلاب دی ما لېدلي دي ګلپاڼي ، د خزان تر پښو لاندي په ګردون د زمانې کي ابديت خيال او خواب دی زما زړه هم لکه غر دی ، بل ځواب يې پر خوله نسته زما دچيغو او کوکارو ازانګه دده ځواب دی د اسمان په شنه لمن کي ستوري ستوري اوښکي څاڅي د ( حسن ) په شوګير باندي ، په ژړا غمګين مهتاب دی ۲۶- فبروري ۲۰۰۶ لندن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمندكې ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې", "output": "دهلمندپه ګرشك ولسوالۍ كې نن سهار دناټوځواكونو پرپلې ګزمه په شوي ځانمرګي بريد كې يوشمېربهرني سرتيري اودرې ولسي وګړي وژل شوي دي . دهلم ندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چې بريدكونكى پلى روان ؤ اوهغه مهال يي ځان والوزاوه چې دناټو سرتيرو ته ورسيد . هغه وويل چې په بريدكې دناټوځواكونو ترڅنګ درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او۷ تنه نور ټپيان شويدي . په هلمندولايت كې دناټوځواكونو يوتن وياند سايمن مېلر په دغه بريدكې د۲ ډنماركي سرتيرو دوژل كيدو خبروركړ. هغه وويل چې يوشمېرنور بهرني سرتيري هم مړه اوټپيان شوي خو هله به يي رسنيو ته خبرو� �كړي چې دهغوي كورنۍ خبري شي . دوسله والو طالبانويوتن وياندقاري يوسف احمدي وايي چې بريدكونكى عبدالرحم ن دهلمندولايت دموسى كلا اوسيدونكى ؤ هغه په دغه بريدكې د۲۰ بهرنيو سرتيرو دوژل كيدو خبروركړ . په هلمندولايت كې په روان ميلادي كال كې دا اتم ځانمرګى بريد ؤ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له طالبانو سره د خبرو لپاره د دولت د استازو نوم لړ", "output": "د بینوا ویب پاڼي د خپلې ژمني سره سم هغه نوم لړ تاسو ته خپور کړ چې په اړه یې له تاسو سره د خپرواوي ژمنه شوي وه. دغه نوم لړ د لندن او کابل له لارې د دوو عالي رتبه چارواکو په همکارۍ د بینوا ویب پاڼي ته رسیدلی دی. په یاد شوي لیست کې د هغو کسانو نومونه ذکر شوي چې د افغان دولت له لوري له طالبانو سره د خبرو لپاره غوره شوي او د غه نوم لړ ځینو طالب چینلونو ته هم سپارل شوی دی. یادونه: دغه نوم لړ د افغانستان د حکومت د یوه عالي رتبه چارواکی له لوري چې نوم یې د هغه د غوښتنې په مطابق نه شو نشرولای د بینوا ویب پاڼي ته سپارل شوی او تاسو ته یې خپروو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دولت : ٢٥ تنه طالب جنګيالي پکتيا کې وژل شوي", "output": "د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې خبر ورکړي دي ، چې د افغان او ائيتلاف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترځ کې چې د پکتيا د يوسف خيلو په ولسوالۍ کې تر سره شوي ٢٥ تنه طالب جنګيالي وژل شوي اوپنځه تنه نور ټپيان شوي دي .په دې اړوند طالبانو څه نه دي ويلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عيدالأضحی او ابوالفضل ۴) برخه .", "output": "عيدالأضحی او ابوالفضل ۴) برخه .ليکوال : علامه محمد معين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته . بسم الله الرحمن الرحیمګرانووروڼوپه دې برخه کښي هم دالله پاک دهغوغټوازمايښتونو اوسختوابتلاووله جملې څخه کومي چي پرابراهيم عليه السلام باندي يې راوستلي دي، دیوې ډیری عظیمی ابتلااوآزمون بيان درته کوم ،،محترمووروڼولهله يوه بل ډيرغټ ازمايښت اوامتحان سره دالله پاک خليل حضرت ابراهيم عليه السلام هغه وخت مخامخ سو کله چي ده وخپل ټول قوم ته دحق دعوت ورکړاوپه ډاګه يې ودوۍ ته وويل چي تاسي پرباطله اوغلطه لاره باندي روان ياست دکوموشيانوچي تاسي عبادت کوي هغه باطل دی اودهغوۍعبادت باطل دئ اوتاسي په ښکاره ګمراهي کي ياست اوستاسي پلرونه په ښکاره ګمراهي کښي وو،،دغه ستوری اوبتان ستاسي ارباب اوخدايان نه دي بلکی رب ستاسي هغه دئ چي رب داسمانواوزمکي دئ، هغه رب چي تاسي پيداکړي یاست،قسم په خدائ (جل جلاله) دي چي زه به ستاسي په دغوبتانويوچم وکړم ستاسي نورټول معبودان زمادښمنان دئ ماسوا له هغه ربه چي دټولوعالميانورب دئ،هغه رب دعالميانوچي هغه زه پيداکړۍ يم ،هغه ماته دسمي لاري هدايت کوي اوماته خورک اوچښاک راکوي اوکله چي زه مريض سم نوهغه ماته شفاراکوي ،اوهغه مامړکوي اوبيامي بيرته راژوندۍ کوي،اوهغه هغه ذات دئ چي زه ددې طمع اواميدورته لرم چي دقيامت په ورځ به هغه زما خطا را وبخښي، اوبالاخره يې ددوۍ نورټول بتان ورمات کړل ماسواله يوه غټ بت څخه چي هغه يې دځينومصلحتوپه وجه سالم پریښودۍ، دده کافراوبت پرست قوم چي له يوې خوادده دغه سختي خبري واورېدلې اوله بلی خوايې خپل بتان وليدل چي ټول يې ورمات کړیول نويې دافيصله وکړه چي حضرت ابراهيم عليه السلام به ژوندئ اورته وراچوؤا وژوندئ بې په اورسوځو،په دغه وخت کښي نود الله جل جلاله خليل له يوه عقل حيرانونکی امتحان سره لاس په ګريوان سو، دده قوم دبټيو اولرګيوپه راچلولوشروع وکړه اوهرسړي به داددډيرلوۍ اجراوثواب کارباله چي يوغوځۍيايوباربُټي دابراهيم عليه السلام دسوځولولپاره ټاکلي ځاي ته راو ر سويابن کثيرذکرکړيدی چي ددغوبټوپه راوړلوکښي اشتراک دابراهيم عليه السلام دقوم هرسړي دونه اهم باله چي په دوۍ کښي به يوه ښځه ناجوړه سوه نوهغې به پرځان باندي داکارنذر کړچي که زه جوړه سوم نویوغوزی یایوبارلرګی به دابراهيم عليه السلام وسوځولوته راوړمکله چي ددوۍ له کفری زجراوصوابديد سره مطابق بوټي اولرګي سره راجمع کړه سوه نوبيايې اور ورواچوۍاودهيزن په نامه يوه سړي منجنيق جوړکړ اودااول هغه څوک ووپه دنياکښي چي منجنيق يې جوړکړ اودغه سړئالله جل جلاله په زمکه کښي خسف کړ اودقيامت ترورځي پوری په زمکه کښ کښته ځي،بيادابراهيم عليه السلام کافرقوم دَی ْمبارک ونيوئ اوپښي اولاسونه یې وروتړل دتړلوپه وخت کښي حضرت ابراهيم دغه مبارکي کلمي ويلې،لَااِلَهَ اَِّلااَنتَ سبحانک رب العلمين لک الحمد ولک الملک لاشريک لکَبيايې دي مبارک دمنجنيق په خوله کښي کښيښودي او اورته يې وروغورځاوه،حضرت ابراهيم په دغه وخت کښي داسي ويل،(حَسْبُنَااللهُ وَنِعْمَ الوَکِيْل)امام بخاري په کتاب التفسيرکښي له حضر ت ابن عباس رضي الله تعالی عنه څخه روايت کړيدي چي ده فرمايلي دي چي د(حَسْبُنَااللهُ وَنِعْمَ الوَکِيْل)مبارکه جمله حضرت ابراهيم علیه السلام ويلې ده هغه وخت چی دَيْ مبارک یې واورته وراچوۍاودارنګه حضرت مُحَمد صلی الله عليه وسلم ويلې دهپه هغه وخت کښي چي دکفارو له لوري ديوه نفرپه واسطه ومومنانوته هغه څه وويل سول کوم چي په دغه مبارک آيت کی راغلي ديالَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (173) فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ (174)آل عمرانابن کثيرپه قصص القرآن کښی په حواله دابويعلي سره له ابوهريره څخه روايت کړي چي کله چي ابراهيم علی السلام واورته وغورځول سونودايې وويل چی اې ربه يواځي زه په زمکه کښي ستا عبادت کومانتهی مختصرًادالله جل جلاله له طرفه واورته حکم وسوچي(اې اوره وګرځه يخ اوسلامتياپربراهيم باندي لکه چي الله جل جلاله فرمايلي دي (قُلْنَايانارکُونی بردا وسلاماعلي ابراهيم)ابوالعباس اوابوالعاليةفرمايلي دي چي که له (بردا) څخه وروسته د(سلاما)کلمه الله جل جلاله نه واۍ ويلي نوداوريخوالی به وابراهیم ته ضرررسولۍ واۍ،اوکعب الاحبارفرمايلي دي چي په دغه ورځ کښي دزمکي خلګوپه اورهيڅ فايده نسواۍاخستلای اواورله لرګواوبټوماسوابل هيڅ شي نه سوځۍ حضرت جبرئيل عليه السلام هم په دغه اورکښي له ابراهيم علیه السلام سره موجودؤاودده مبارک خُولې بې ورپاکولې،اودسايې ملائکه هم ورسره وو،او يوه شنه باغچه هم الله جل جلاله په دغه اورکښي پيداکړه چي دي مبارک پکښي ناست ؤ نمروديانوټولو وحضرت ابراهيم عليه السلام ته کتل اود ابراهيم عليه السلام ددغه نادرحال اودالله پاک دحفاظت اوقدرت ننداره ئې کوله دحضرت ابراهيم عليه السلام پلار چي دخپل مبارک ځوۍ دغه شانداره حالات وليدل نويې پرحضرت ابراهيم عليه السلام باندی ږغ وکړ چي، اې ځويه ډيرښه رب دئ ستا رب، اودابراهيم عليه السلام مورورږغ کړ چي اي ځويه زه درځم نوستاورب ته ووايه چي دغه اور راڅخه وګرځوي ابراهيم عليه السلام ورته وويل چي ښه دۍ راسه نودحضرت ابراهیم عليه السلام مورداور ومنځ ته ورغله اودی یې مچ کړاوپه غيږکښي يې ونيوۍ اوبيرته ورڅخه راغله، څلويښت ياپنځوس ورځي ابراهيم عليه السلام په دغه اورکښي تيری کړې.حضرت ابراهيم عليه السلام فرمايلي دي چي ماداسي دراحت خوشحالۍ ورځي په ټول عمرکښي نه دي ليدلي لکه دغه څلويښت ياپنځوس ورځيقصص القرآن لابن کثير،عجيبهکربوړي ظالم به ودغه اورته ورپوکل همداسبب دئ چي رسول عليه الصلوةوالسلام د کربوړي په وژلوامرکړيدئانظرصحيح البخاري کتاب احاديث الانبياء والمسلم کتاب السلام والنسائی کتاب مناسک الحج وابن ماجه کتاب الصيد.محترمووروڼوداچي ابراهيم عليه السلامله اورڅخه راووتۍبيايې څه وکړل اودده له دغه کافرقوم سره الله جل جلاله څه وکړل ددې بيان به په راتلونکې برخه کښي انشاءلله درته راسي والسلام ومن الله التوفيقپه دې اړه نوربيا. . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان کلتوري ټولنو د جرګې اعلاميه", "output": "د زمري ۲۲ مه، ۱۳۸۸ ل د افغان کلتوري ټولنو جرګه په هېواد کې د کلتوري ټولنو د همغږۍ او ټولولو يو مرکز دی، چې د هیواد او له هیواده بهر د ۲۰۰ په خوا� �ا کې افغاني کلتوري ټولنو استازيتوب کوي. جرګه غواري په دې ورځو کې د دوو تودو مسلو په باب خپل دریځ څرګند کړي: ولسمشریزې ټولټاکنې او د افغان لیکوالو تر منځ د ځینو مخالفتونو په باب اندیښنهلومړي: د افغان کلتوري ټولنو جرګه د بیان د ازادۍ او ټولو مدني، انساني او بشري حقوقو او د اشخاصو د کرامت او حرمت د درناوي اصولو ته ژوره پابندي لري او په ټول هیواد کې د دغو اصولو تعمیم غواړي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه یوه نا سیاسي او سوچه کلتوري اډانه ده چې په دولسمه ماده کې یې داسې راغلي دي: [کلتوري هڅې به له سياسي هڅو جلا وي، جرګه به دکوم ځانګړي ګوند او ځانګړي سياسي نظر لپاره کار نه کوي ، خو د غړو لپاره به تر جرګې بهر د مستقل سياسي فعاليت حق مح فوظ وي.] نو په دې خاطر موږ د جرګې د غړو په ګډون دا د هر افغان یو بشري حق ګڼو چې د سیاسي روا هڅو په ګډون د ژوند په ټولو ډګرونو کې معقول او مشروع فعالیت وکړي او د خپلې خوښې له مخې د خپلې کاندیدۍ په شمول د نورو کاندیدانو د تایید یا ردولو مستقلانه او آزاده پریکړه وکړي، خو د جرګې هیڅ غړی د افغان کلتوري ټولنو جرګې په استازیتوب نه د چا د کاندیدۍ د ملاتړ حق او اجازه لري او نه یې د ردولو او مخالفت، بلکې دا به یې کاملا شخصي او ځاني پریکړه وي. د قانون له مخې ټولټاکنې ملي - سياسي پروسه ده چې له مخې يې هر څوک حق لري له فشار ، زور، تعقيب او تحميل پرته دخپل منطق او ارزښتونو پر بنسټ د خپلې خوښې کانديد يا ګوندته رايه ورکړي. د ټولټاکنو په پروسه کې د هر فرد رايې ته درناوی کيږي، خو پرېکړه د اکثريت د رايو له مخې کيږي . موږ ددې هېواد د هر وګړي رايې ته درناوی کوو، خو جرګه به خپله خپلواکي او بې پلوي ځکه ساتي چې بیا خپل اصلي هدف ته نه شي رسیدای چې د بیلابیلو سیاسي نظریاتو � �رونکي فرهنګیان پر یوه ملي-فرهنګي فورم سره راټول کړي.دوهم: په تېرو څو کلو کې (په هغو سیمو کې چې نسبي آرامي ده) د دموکراسۍ او د بیان د آزادۍ په نامه نسبتا ازاده فضا رامنځه شوې او موږ ته يې موقع راکړې، چې د يو بل د نظ� �ياتو تحمل ، اورېدل او درناوی زده کړو. خو بيا هم ګورو چې له بده مرغه زموږ يو شمېر ليکوالو د ولسمشرۍ د ټو� �ټاکنو په درشل کې د خپل نظر په مخالفينو پسې د قلم متروکه را اخيستې او د دې پر ځای چې د خپلو نظرياتو منطقي دفاع وړاندې کړي ، معمولا په مستعارو نومونو د نورو فرهنګيانو پر شخصيت او افکاروتېری کوي، د کلام عفت تر پښو � �اندې کوي او د فرهنګيانو تر منځ د شک، بې باورۍ او کرکې فضا رامنځته کوي. که پخوانيو زورواکو به د خپل نظر مخالفين په فزيکې توګه وژل، زموږ دغه قلموال هڅه کوي د خپل نظر مخالفين په معنوي لحاظ ووژني .د افغان کلتوري ټولنو ج� �ګه، چې په هيواد کې د فرهنګيانو، فرهنګي ټولنو او بنسټونو ترمنځ د يو والي او همغږۍ په لار کې هڅې کوي، د ک� �توري هلو ځلو يوه لويه ښېګڼه او لاسته راوړنه دا ګڼي چې د بېلا بېلو سياسي نظرياتو پلويانو د ګډو ملي او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ لاسونه سره يو کړي او د خپلو جلا سياسي لارو له ساتلو سره سره د کلتور په ګډ ټغر سره کښېني او د مينې او يووالي په فضا کې د خپل ولس پر دردونو غږېږي.که په تېرو دريو لسيزو کې سياستونو ولس په خپلو کې سره وېشلی او د دښمنۍ کرښې يې په کې را ايستلي، خو کلتوري او مدني ټولنو هڅه کړې د اختلاف او دښمنۍ دا کرښې له منځه يوسي او پرځای يې د زغم او ورورولۍ کلتور دود کړي . موږ له ټولو فرهنګيانو او قلموالو څخه هيله کوو، چې خپلې � �خصي، فرهنګي او ټولنيزې اړيکي د سياسي اختلافاتو له سيوري څخه اغېزمن نه کړي، بلکې هر څوک دې پرته له دې چې د چا پر شخصيت او افکارو تېری وکړي د خپل نظر او موقف د حقانيت لپاره د منطق پر بنسټ ليکنې وکړي او له خپل دريځ څخه م نطقي دفاع وکړي. زموږ په اند که څوک د خپل دريځ د دفاع لپاره منطقي استدلال لري، هغوی به د نورو په سپکاوي خپل وخت ضايع نه کړي.موږ له ټولو قلموالو څخه هيله کوو، چې نور له مستعارو نومونو څخه د يو او بل د سپکاوي � �پاره کار وانخلي، ځکه زموږ په فکر دغه ډول مستعار نومونه يوازې د اختناق او سياسي تعقيب د وېرې په حالت کې جواز لرلی شي. موږ له ټولو افغاني رسنيو کلکه غوښتنه کوو، چې د ژورنالېزم د اصولو په پام کې نيولو سره دې نور په م ستعارو نومونو د داسې ليکنو له خپرولو څخه ډډه وکړي چې په هغو کې فرهنګيانو ته سپکاوی شوی وي او د فرهنګیانو تر منځ د وصل په راوستو او د فصل د مخنیوي په کار کې خپلې ملي دندې تر سره کړي. موږ په دوی همدغسې باور لرو.په پای کې موږ له ټولو هېوادالو او په ځانګړې توګه فرهنګيانو څخه هيله کوو، چې راځئ د يوه اباد، خپلواک، يو موټي او سرلوړي افغانستان د جوړولو لپاره لوړ انساني، اسلامي او مدني ارزښتونه راخپل کړو، ويې پالو او نورو ته يې هم سپارښتنه وکړو. په درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا د مشرف دبدلېدو په باب فکر کوي", "output": "د بش د ادارې عالي رتبه مامورين وايي د امريکا حکومت پدې قانع سوى دى چي نور د جنرال مشرف ورځي په شمار دي، او همدا اوس د راتلونکي احتمالي بدلون په باب خبري کوي. د واشنګټن د چهارشنبې د ورځي په يو لړ غونډو کي د خارجه وزارت، پنتګان، او سپيني ماڼۍ مامو� �نيو د هغه پيغام په باب بحثونه کول چي د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال، جان نيګروپانتې، به يې د جمعې په ورځ جن� �ال مشرف ته واوروي. نيويارک ټايمز پخپل نني ويب ساېټ کي ليکي: په پاکستان کي خارجي دپلوم اتان او د دواړو خواوو استازي وايي د جنرال مشرف اومېرمن بوتو تر مينځ د يو ايتلافي حکومت د جوړولو چانس بيخي کم سوى دى. د چهارشنبې د غونډو يو ګډون کونکى وايي: د بش اداره بله کودتاه نه تشويقوي، مګر هغوي پدې هم پوه سوي دي چي مشرف پخپله ددې روان مشکل يو جز دى. د اضطراري حالت د اعلانېدو سره سم، مظاهرې بندي او غېر قانوني اعلان سوي دي، د مخالفانو اکثره مشهوره مشران په محبسونو او کورونو کي تر نظارت لاندي دي، او د بشر د حقوقو پلويان، خبريالان، او د سترو ګوندونو غړي بنديان سوي دي. اخبار ليکي: د پاکستان د مشرانو په بدلولو او کېښنولو کي پوځ اساسي نقش لري. همدا اوس، د جنرال مشرف پر ځاى د جنرال اشفق کياني په باب خبري جاري دي. جنرال اشفق په اردو کي اعتبار لري، اعتدالي نظريات لري، او د امريکا پوخ ملګرى دى. يو مامور وايي: جنرال اشفق کياني مشرف ته وفاداره دى، خو هغه پاکستان ته هم وفاداره دى. د بش د ادارې مامورين وايي: پکار دا ده چي د جنرال مشرف عسکر او پوليس په سوات، وزيرستان، او د پاکستان په نورو سيمو کي د مذهبي افراطيانو او القاعده سره وجنګېږي، مګر هغوى په ښارونو کي د مدني ټولني د استازو په نيولو او را ايسا� �ولو لګيا دي. په واشنګټن کي، ځيني مامورين پر مشرف باندي د پيسو او مرستو د بندولو ږغ کوي، خو نور ع� �يده لري چي دا کار به القاعده او طالبان نور هم غښتلي کړي. د پاکستان د چارو يو ماهر وايي: همدا اوس په پوځ کي روحيه ډېره خرابه ده. مشرف د امريکا پيسو ساتلى دى. هاري _ واشنګټن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښه ژورناليسټ قضاوت اولس ته پرېږدي", "output": "جولياپاول يوه انګريزۍ ژورناليسټه ده چي په ۱۹۶۸عيسوي كال په امريكاكي زېږېدلې خوپه لندن كي رالويه سوېده .له ادبياتوڅخه فارغه سوې خودژورناليزم سره دځانګړي ميني په خاطريې ودغه ډګرته مخه كړېده چي په دغه لاركي دبريالي يون په خاطر يې څوبيلا بيل دژورناليزم كورسونه لوستي دي مركه : محمد ابراهيم (( سپېڅلى )) جولياپاول يوه انګ� �يزۍ ژورناليسټه ده چي په ۱۹۶۸عيسوي كال په امريكاكي زېږېدلې خوپه لندن كي رالويه سوېده . له ادبياتوڅخه فا� �غه سوې خودژورناليزم سره دځانګړي ميني په خاطريې ودغه ډګرته مخه كړېده چي په دغه لاركي دبريالي يون په خاطر يې څوبيلا بيل دژورناليزم كورسونه لوستي دي په پيل كي يې دلندن له يوې سيمه ايزي اوونيزي سره دخبريالي په صفت دنده پيل كړه اوورسره سم يې دهمدې اوونيزي ادبي پاڼه هم چلول . دادجولياپاول دخپل كارسره دډېري ميني اواخ� �اص پايله وه چي دبي بي سي راديوته يې لارپيدااودايې څووم كال دى چي په دې نړيواله راديوكي دنده اجراكوي څ واوونۍ وړاندي دلته كندهار ته ددې ځاى دژورناليستانودلاښه روزني په هيله راغلې وه چي زموږ همكارمحمدابراهيم ((سپېڅلي )) ورسره يوه مركه كړې اوپه لومړي سركي يې ورڅخه پوښتلي چي ژورناليزم ته مودراتلوانګيزه څه وه ؟ ځواب : هغه مهال چي زه لاديارلس كلنه وم دژوناليزم سره مي مينه په زړه كي په راپيداسوه اودا مي ډيرخوښېدل چي دډول ،ډول خلګوسره پرمختلفوموضوعاتووږغېږم اودهرډول پيښودپيښېدوعلت ځانته په بشپړاوصحيح ډول څرګندكړم نودهمدې هلي دترسره كېدوپه موخه مي په دې ډګركي پل كښېښودچي دادى نن مي تاسوګورى چي ستاسوپخپل ښار ( كندهار ) كي دهمدې ميني دلابشپړېدوپه هيله شپې اوورځي سباكوم . پوښتنه : تاسوخودبي بي سي راډيو څخه ماسوا دنو� �واژانسونوسره هم كارونه كړيدي نودغه دبي بي سي كارله هغه مخكنيوكارونوسره څنګه پرتله كوى ؟ ځواب : زه خپ� �ه دبي بي سي راډيوسره كاركول دهغه نوروكارونوسره هيڅ پرتله كولاى نه سم ځكه دبي بي سي ميعار ډېرلوړدى . پوښتنه : په كوموهېوادونوكي مودژورناليزم په ډګركي دنده ترسره كړېده ؟ ځواب : دژورناليستي په صفت مي يوازي اويوازي په برتانيه اوشمالي ايرلنډ كي كاركړى دى خو د ژورناليزم دټرينري په صفت مي په عراق ،روسيه ، هندوستان ،اردون ، اندونيزيا اوافغانستان كي دنده اجراكړېده . پوښتنه : په هغوځايونوكي چي تاسويې نومونه يادكړل دافغانستان سره يې په كاري ساحه كي څنګه ارزوى ؟ ځواب : ( ماافغانستان راخوش دارم . ) زه چي په افغانستان كي اوسم داماته ښه خوند راكوي اومادا احساس كړېده چي افغاني ژورنالستان دهغونوروځايونوپه پرتله چي مايې نومونه يادكړل له خپل مسلك سره ډېره مينه لري ، كه ددوى مينه له خپل مسلك سره همداسي روانه وه نوهغه روځ � �يري نده چي دغه ژورناليستان به دخپلوسيالانو په ټولۍ كي خپل ځانته هغه ځاى پيداكړي چي ددوى هيله وي . پوښتنه : افغانان اوبرتانويان دتاريخ په اوږدوكي هم سره جنګېدلي دي اوهم يې اړيكي درلودلي دي نوودغسي حا� �اتوته په كتوسره اوس برتانويان دافغانانوپه اړه څه فكركوي ؟ ځواب : زماپه انداوس ډېرى برتانويان ياانګ� �يسان دهغوجنګونوپه هيڅ معلومات نه لري ځكه يادسوي جنګونه ډېروخت مخكي تېرسويدي . پوښتنه : په تاريخ كي خوبه لوستي وي ؟ ځواب : بلې هو! لوستي خويې دي لاكن زه چي اوسمهال برتانويانوته ګورم هغوي دافغانانوپه وړاندي نه يوازي چي كوم څه بداحساس نلري بلكي لايې دافغانانو سره همدردي په زړه كي ډېرځاى نيولىدى ځكه ب� �تانويان پوهيږي اودخبري څخه رسنيواوري چي په دې تېرودرولسېزوكي پرافغانانوباندي څه ناخوالي تيري سوې اودابه درته ووايم چي زموږ كورنۍ پدې وياړي چي زه په افغانستان كي افغانانوته يولږ غوندي چوپړوهم . پوښتنه :هغه م هال چي تاسوپه لندن كي واست اولاافغانستان ته نه واست راغلي نودافغانستان په ځانګړي ډول دكندهارپه اړه مو چي يومهال دسخت دريځوطالبانومركز وڅه فكركاوه ؟ ځواب : چي كله يې ماته دافغانستان دتلودنده راوسپارل اولام وحركت نه و راكړي نوموږته يې دخپل ځان دساتلوپه اړه ډېرڅه وويل چي دافغانستان په ځينوسيموكي امنيت كمزورى اويانسته خوددې ټولوخبروسره ،سره ماغوښتل چي افغانستان ته راسم اوددې هيوادډيري برخي وګورم،ددې شپږوميا� �توپه دوران كي چي زه دافغانستان هرگوټ ته تللې يم ،دهغه ځاى خلګوزماتودهركلى كړى دى نوپه داسي حال كي زه دافك� �نه سم كولاى چي مادي كوم افغان وځوروي اويادي پرماحمله وكړي . پوښتنه :افغانستان ته چي ډېركى بهرني ليكوا� �ان اوتاريخ پوهان راغلي دي بيايې په خپلوياداښتونواوليكنوكي زموږ دافغانانوډېري ښيګڼي دبيلګي په توګه دمي� �مستيا،دمشرانودرناوى هيوادپالنه او دداسي نورو...يادونه يې كړيده، ايا تاسوهم داسي څه ليدلي اوكه موليدلي نوهغه به څه وي چي تاسوبه يې خپلوملګرواوكورنۍ ته يادوى ؟ ځواب : زه پدې ډيره باوري يم چي كله بيرته برتانيې ته ولاړسمه نودافغانستان په اړه به خپلودوستانته ډېري خبري كوم ځكه دافغانستان مختلفي برخي مختلفي ټولني اوم ختلف دودنه لري چي ځني يې زماخوښيږي اوځني يې زمانه خوښيږي خويوځل بياپه ټينګارسره وايم چي زه به ددي هيواد په اړه ډېري خبري دخپلودوستانواوملګروسره شريكوم . پوښتنه : كه په لنډوټكوكي راته وواياست چي څه موخوښ سول اوڅه مونه سول خوښ ؟ ځواب : په ټوليزډول مي دافغانستان اب اوهوا اوطبعي منظرې ډيري خوښېږي اوورسره ددې ځاى دخلګونيك اخلاق ، ښه كوربه توب اومهربان زړه راباندترټولوښه لګيږي خوچي كله ښځي وينم اوياورسره ږغيږم نوددوى حالت مي ډېره ځوروي . پوښتنه : اياستاسوپه اندپه افغانستان كي ښځه قيدده ؟ ځواب : په ټول افغانستان كي نه سم ويلاى خوپه ځينوځاينوكي ښځي قيددي دبيلګي په ډول : په كابل اومزارشريف كي ښځي دهيواددنوروب� �خوپه پرتله ډيري ترسترګوكيږي لاكين په نوروځاينوكي دونده نه ليدل كيږي اوكه وهم ليدل سي نوډېري پوښلي وي . پوښتنه : دڅنګه كتابونه مطالعه موپه يوازيتوب كي بوخته ساتي ؟ ځواب : په تيروڅومياشتوكي مادافغانستان په اړه ډيرزيات تاريخي اوادبي كتابونه لوستلي دي خوماتل داهڅه كړېده چي كوم هيواد ته ځم بايددهغه هيوادد� �يكوالانواثارولولم ترڅوزه دهمهغه هېوادپه اړه يوڅه معلومات ولرم اودا زمالپاره يوه غوره تجربه هم ده . پوښتنه : دافغانستان دژورناليزم روان بهيرڅنګه ارزوى اوراتلونكى يې څونده بريالى وينى ؟ ځواب: زه چي اوس دافغانستان دژورناليزم روان بهرته ګورم دلته تاسوښه تكړه ،تكړه ژوناليستان لرى اودبې پرې مطبوعاتولپاره موقع ښه چمتوده،راتلونكىيې هم روښانه بريښي لاكن ډېركاراوډېروهڅوته اړتياسته . پوښتنه : ستاسوپه اندڅوك ښه ژوناليست كيداى سي ؟ ځواب : زماپه فكرهغه څوك ښه ژورناليست دى چي په هره موضوع كي دلچسپي اخلي ،هرڅه ته دزړه داخلاصه ګوري اوهڅه كوي چي ديوي پيښي سوي موضوع ټول اړخونه په ناپېيلي توګه وڅيړي اوقضاوت اولس ته پرېږ دي. پوښتنه : كه دژورناليزم په ډګركي يوه نه هېريدونكې خاطره ولرى اودمركې په ورستۍ برخه كي يې راسره شريكه كړي مننه به مووي ؟ ځواب : كله چي زه دژورناليزم په لومړنيووختونوكي يعني هغه مهال چي زه لا ځوانه ژونا� �يسته وم نوما دانګلستان دلومړي وزيرټونيبليرسره هغه مهال يوه مركه وكړه چي ده ځان ودغه څوكۍ ته نومولى و، دازمالپاره چي يوه نوي ژورناليسته وم ډيره په زړه په پوري خبره وه اوبياچي نوموړي ټولټاكني وګټلي نو زه هغه نوي ژورناليسته وم چي دانګلستان ديوه ټاكل سوي لومړي وزيرسره مي مركه كړې وه چي تراوسه مي نه هېريږي اوتل به مي دزړه اوذهن پرپرده باندي ديوې ښې خاطرې په ډول پاته وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سندرغاړي جينيفر لوپيز په هند کي کانسرت ورکوي", "output": "میرویس جلالزی وتلي هسپانيوي سندرغاړي جينيفر لوپيز د کنسرت ورکلو لپاره د هندوستان په لور را خوځيږي. ټاکل شوي چه لوپيز به د اپريل د مياشتي پر ٢٢ د هندوستان ممبي ښار ته راورسيري او هلته به دري ورځي تم شي. له بل لوري د لوپيز په سفر کښئ دوبئ اردن سريلانکا هم شامل دي. دا هسپانيوي پيغله چه په اروپايي ، افريقايي، او اسيايي هيوا دو کښئ په لږ وخت کښي بيشميره مينه وال لري د طالبانو د واکمني له ړنګيدو وروسته په افغانستان کښي هم د خاص شهرت درلودونکي ده هان دا چه ځيني ځواني افغاني پيغلي د لوپيز د جامو ډولونه ډير خوښوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملا سنګین: د افغانستان اویا سلنه برخه د طالبانو په ولکه کې ده", "output": "فریاد الله - جنوبي وزیرستان ایډیټ: میرویس جلالزی د ملاسنګین په نامه د حقاني ډلي یوه قوماندان له رسنیو سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان اویا په سلو کې خاوره بیا د طالبانو په ولکه کې ده او افغانستان ته به د نورو امریکايي سرتیرو استول هیڅ راز ګټه و نه لري. ملاسنګین د افغانستان او پاکستان پّه ګډه پوله کې په قوي احتمال د پکتیکا، پکتیا او یا هم جنوبي وزیریستان په سیمه کې د یو شمیر سرحدي سیمو او افغان خبریالانو سره په خبرو کې دا هم ویلي چې د جلال الدین حقاني طالبان به ډیر ژر امریکایان د روسانو په څير په افغانستان کې له پښو وغورځوي. ملا سنګین چې وریښمینه لنګۍ، عسکري رنګی جمپر او سیمیزې خړې جامې یې پر تن وي د خبرو پر مهال د یو شمیر وسله والو طالبانو له لوري چې په پیکا ماشیندارونو، لاسي بمونو او راکټ لانچرو سمبال وو بدرګه کیده. ملاسنګین چې په خوستۍ لهجه یې خبري کولي وویل: (( هغه مخلوق چې له میژ سره یې د پخواني شوروي په ضد جګړه کوله اوس هم له میژ سره د امریکې په خلاپ په افغانستان کې جنګیژي، امریکه چې افغانستان ته نور سرتیري لیژي لاشونه به یې له اپغانستان نه وباسي، اپغانان په خپيله د امریکنیانو د اشغال په ضد جګړه جاري سوتي)). ملا سنګین په افغانستان کې د بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې اسلام د امن دین دی خو اوس چې افغانستان اشغال شوی لازمه ده چې د اشغال ګرو پر وړاندي بریدونو ته شدت ورکړل شي خو په اصل کې چې کله په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم وو دغلته پوره امن قایم وو د اوس په څير چور چپاول وجود نه درلود، په زندانونو کې بي ګناه کسان نه وو اچول شوي، غله او شوکماران نه وو، خلګ به بیا هم زمونږ د بریالي توب په صورت کې وویني چې مونږ امن راولو د دین او مذهب مطابق زدکړو ته به اجازه ورکوو او هغه زدکړې به و نه منو چې زمونږ د دین خلاف وي او دا په بین الاقوامي اصولو کې هم زمونږ په حقونو تیری دی. ملا سنګین پر عامو امریکایانو غږ کړی چې په خپل ځان رحم وکړي، اوسني حالات وګوري، خپل عوام خلک دي وکسي او په هره طریقه چي وي عوام دي په خپلو حکومتونو بوج راولي چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي او په هره طریقه چي وي د افغانستان څخه ووزي. ملا سنګین همدا راز زیاته کړي چې د امریکایانو پر ضد جګړه کې د دوي ګټه ده دا ځکه چې یو خو به ډیر امریکایان ووژني او بله خبره دا ده چې د امریکا اقتصاد به کمزوری کړي چې بیا دغه هیواد په نورو بي وزلو او خپلواکو هیوادونو بریدونه و نه کړي او د هغوي د اشغال خیال هم له سر څخه وباسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اسلام کې دښځی حقوق او دندې", "output": "په اسلام کې دښځی حقوق او دندې داسلام مقدس دين دنر اوښځی مساوات دانسانيت اوبشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي . دښځی اونر ترمنځ چه په ځنو ح� �ونواودندو کې فرق ورکړشوي دي دا فرق دفطري اختلافاتوپه نظرکې نيولوسره شوي دي چه دا اختلافات په قطعی توګه په ښځه اونرکې موجود وي . داسلام مقدس دين چه دښځی اونر ترمنځ دحقوقو اودندوياوظايفو کوم ويش کړی دی ډيرعاد� �انه ،دهراړخيز حکمت ،مصلحت اود فطری جوښت په نظر کې نيولوسره کړي دی . ــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــ نرياښځه هغه وخت خپل آساسی وظايف په کاميابۍ سره ترسره کولای شي چه دفطری جوشت مطابق وظيفه اودنده وروسپارل شي . مثلاٌ ښځه نسبت نر ته دلوړ رحم ،عاطفې اوزړه سوي لرونکې ده نو ځکه ښځه دم ور کيدلو لوړ قابليت لري هغه مور وي چه کومه شپه يې اولاد نارام يانا روغ وي ترسبا دخپل بچي لپاره شپه په رڼو سترګو سبا کوي آيا پلار به دومره حوصله وکړای شي ؟ نه ــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ اسلام مشري اوقيادت يواځې دنر لپاره ټاکلی قوله تعالی ((ال� �ِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ)) (النساء ۳۴ ) داځکه چه سړي دکور خرچ برداشت کوي ،له نورو خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثولپاره دقوي جسم لرونکې وي همدا� �نګه دحکومت مشري اوقيادت هم نرينه مناسب دي ځکه حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جايري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی دظالم د ظلم مخ ونيسی . يوخوداچه دغه دنده دظالم ،جابر ،بدمعاش اومجرم پروړاندي مبارزه اودخلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده ده دښځی دفطري جوښت سره مناسبه نده . بل داچه ښځه نسبت نرته د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلوسره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم ته سزا ورنشي کړای . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د ام نيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي . ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� � په نار ينه دخپل اهل عيال نفقه فرض شوي ترڅو دنفقی ګټلو لپاره د کور څخه بهر منډې ترړې ووهي کله داسې وخت هم راشي چه په خپل ولس او سيمه کې کار اوکسب نه پيداکيږی نو سړی لري لري ملکونو ته دنفقی ګټلو لپاره سفر کوي ،مسافرۍ کوي آيا ښځه داسې کارونه کولای شي؟ سالم عقل نه اسلام دغيرت دين دی نوبايدمسلمان ترخپله وسه د حلالې نفقی لپاره خپلی منډي ووهي اوخپل اقتصادي توان لوړ کړي اوپدي لاره کې دزري ټمبلې ونه کړی ،يادبی غيرتۍ له وجی اويا هم دمجبوريت له وجی خپلی ښځی دسړيوسره دکډکار لپاره ونه ليږي . ـــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نن زمان چه کوم سازمانونه دښځی دحقونو اومساوات نارې وهې دغه شيطانی حلقې ادعا کوي چه مونږ دښځی اونر ترمنځ برابري يا مساوات اودهغه حقونه غواړو. دغو� �يطانی حلقوته په ځواب کې داسې وايو: په اسلام کې اصلاً دنر اوښځې ترمنځ هيڅ فرق نشته کوم عبادات چه په نر � �ازمې دي هغه په ښځه هم دي ولې که ځنی حقوقی يا عبادي فرقونه موجود دي هغه دفطري اختلافاتو په وجه دي لکه چه مخکې اشاره ورته وشوه .دښځی خاوندجهاد ته ځی خودکوراو اولاد څارنه خپلې ميرمنې ته پريږدي نوښځه دجهاد په اجر اوثواب کې دنر سره شريکه شو نر اوښځه په حقونو اودندو کې ( په کوموکې چه دفطري اختلاف په وجه فرق لري )هغه وخت مساوي کيدای شي چې د نر اوښځی فطری جوښت سره مساوي شي آيا دښځی يا نر فطري جوښت ته څوک تغير ورکولای � �ي ؟ نو دښځی دفطري جوړښت خلاف دنده ورسپارل دښځی پرفطري خواص تجاوز ندي او داد ښځی په حق کې ظلم ندي . دا نو ښه عدالت دي چه ښځه دي هم مور وي او هم دي دبل نوکرې وکړی . که خپله وظيفه (مورکيدل ) تر سره کوي يعنی د اولاد روزنه نو نوکري به څنګه کوي او که نوکري ته ځی اوداولاد دخدمت لپاره بله خادمه نيسی يايې کوم ارګان ته ليږي .آيا دابه داولاد په حق کې ظلم نه وي چه اولاد دخپل مور له مهربانه غيږي څخه ج� �اکوي ؟ دنراوښځی دواړو وتل له کوره څخه د پيسوګټلولپاره يوطرفه هدف دی يعنی يواځی ماديات آيا دژوندهدف يوازی د مادياتو په لاس راوړل دي ؟ داکور اوژوند نو څه مفهوم لري که دپيسو ګټل وي خو دژوندب� �ابرولو لپاره نه دژوند بربادولولپاره ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دښځی دح قوقواومساواتو داعيان دکور کار او داولاد روزني اوپالنې ته دنده نه وايې پداسې حال کې چه نن ورځ په نړی کې دانسانانودتعلمی روزنی لپاره بی شميره مدرسی ،مکاتب ،پوهتونونه اونور علمی مراکز او ليليی لوی � �وی انتظامات او مصارف په نظر کې نيول شوي دي . آيا دانسان ابتدايې بدنی روزنی ته هم دنده نه وايې ؟ هودمظومی ښځې حقوق ،آزادي اومساوات همدي ته وايې : مسلمان ښځه نن په کفري نړي کې اسلامې حجاب ته نه پريږدي دانو آزادي شوه ؟ دانودښځی حق شو؟ ښځه په لوی لاس بط حجابه کوي دخپلوشهوانی اهدافو په موخه ،ښځه يوتجارتی سمبول ګرځوي خپل خراب جنس دښځی په تصوير خرڅوي ... دانو دښځی حقوق شول ؟ مظلومی ښځی په نظامی اډو کې شپی سبا کوي هلته ډيرکرته ورباندې جبري جنسې تجاوز کيږی آيا دادنر اوښځی مساوات دي ؟ خالق تعالی م وتباه کړه پدي درواغجنو ډرامو آيا تاسې ته دا خلک دومره کورمغزه ښکاري . ــــــــــــــــــــــــــ� �ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مسلمانوخوندو ! پام کوي چه ددې شيطانی حلقو دتبليغاتو ترتاثيرلاندې رانشئ ستاسې دا ايمانی دنده ده چه خپل حجاب وساتې له بيګانه خلکوسره رابطه مه کوي ستاسو همدا سنګردي . پام چې سنګرموخوشې نه کړي دژوند ترپايه دکفري تبليغاتو پروړاندی خپل مبارزه جايری وساتئ . بياهم په ډيرتاقيد سره درته وايم چه خپل دعفت اوعزت سنګر مووساتی ځکه نن ورځ تاسی په خپله حال ونئ چې څه ډول فتنی راروانې دي . انجنير حمدالله شاك� �ي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ننګ نيونه دکوموقوانينوله مخې ترسره شوې ده؟", "output": "کابل دامن دجرګې دمسول م ديراودليکوال ښاغلي آصف ننګ څخه پلټنه اوتحقيق په دې هيواد کې دنافذه قوانينو له مخې دهغه کمسيون دنده ده کوم چې درسينودسرغړاوي څخه دڅار لپاره جوړشوي دي .په دغه کمسيون کې هم دولت ته اوهم دخپلواکو رسنيو غړيوته برخه په کې ورکړل شوې ده .متاسفانه په دې هيواد کې قانون هيڅکله هم په سمه توګه نه دي پلى شوي اويوازې خپلو سياسي رقيبانوته لارې جوړول دي اوبس اوهغه کسان چې داستخباراتي اواجرايې قوي په دستګاه کې ډيره برخه او واک لري هغه خپل ځانګړي هدفونه ترسره کولاي شي اوبس . زه دننګ په خاطر نه بلکې ديوليکوال اوپه هيواد کې ديوق� �م لرونکي سره دخواخوږۍ په توګه له ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه کوم چې که داصف ننګ جرم دهغې مقالې خپ� �ول وي کومه چې له يوې انټرنيټي ويب پاڼې څخه کاپي شوې اوبيا دامن جرګې په مجله کې چاپ شوې . که چيرې جرم دمقالي خپرول وي خو داپه اصل کې دا دملي امنيت دنده نه ده اوملي امنيت چارواکې دې له موټي پورته لو کولو څخه تيرشي .که چيرې موضوع همداموضوع وي نوبايد دننګ په اړه ولسمشر اوددربار نه تاو راتاو ملګري دې په خپل تصيم له سره غور وکړي اوکه چېرې بله موضوع وي نو مهرباني د وکړي لومړى دد ليکنې موضوع له قانوني م� �جع ګانو څخه پاي ته ورسوي اوبيا د نور تحقيقات په همدې اداره چې دملي امنيت اداره يې بولى وکړي .دملي امنيت دقانون له مخې دغه ادره (دملي امنيت رياست ) يوازې هغه کسان نيولاى شي چې د کورني اوبه� �ني امنيت ګډوډلو ،دهيوا د استقلاليت ته صدمه رسولو،دوطن اويادخاورې اويادهغوپټورازونو اومعلوم اتوپه پلورلو تورن وي چې دملي منافع خلاف اوداستقلاليت ته په کې ضررسيدلاي شي کسان شامل دي . ب� �ه موضوع غواړم چې له همدې پيداشوي فرصت څخه په ګټې اخستنې سره يادونه وکړم ،هغه دادي چې په دې هيواد کې يوشمير رسنۍ وړاندې له دې چې محکمه ديوچاپه اړه تصميم ونيسي هغه په ټول هيواد اوبيابه ټو له نړۍ کې خپره وي .فکر کوم داخوددولت مسوليت دي، ولي په دې برخه کې دولت تراوسه بې تفاوته پاتې دي اوبايد وروسته له دې پاتې نه شي اود� �سنيوي چلونکي په خپله سرغړونه وپوهوي .که په مطبوعاتي تيروتنې سره يوڅوک دامنيت دادارې چې اوس ورته (دم� �ي امنيت) نوم ورکړل شوى په اصل کې ملي توب په کې نه ليدل کيږي ددې ادارې اړوند توقيف خانې ته اچول کيږي نه پوهيږم چې مشروعيت به يې که مطبوعاتي تيروتنه وي په څه باندې ثابت کړي ؟که چيرې بندي کول ،بندي کول وي نو بياخو کولاي شي دولت دمره کسان بندي کړي چې بل آخره دبنديخانو دنشتوالي سره به مخ شي .خو زه وايم ښه به داوي چې دمطبوعاتي تيروتنو پرسر موضوع د دې ملي امنيت ته نه رسول کيږي اوپه دې برخه کې د له سره غور وشي اودغه ليکوال دې خوشي اوموضوع يې درسنيو دسرغړاوي دڅارردکمسيون له لوري تعقيب شي .زه فکر کوم ددغه شان کسانو نيونه دملي امنيت لخوا دډيرى شمير ليکوالودقلم په نوک باندې منفي تاثير وکړي اوهغه آزادي چې خپ� �ه دولت يې نړيوالوته ديوې لويې لاسته راوړنې په توګه يادوي هغه هم خط خط ا وترسوال لاندې به راشي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوه شپه دموکراسي", "output": "فريشته جلالزۍ – کابل افغانستان يوه شپه دموکراسي په هوايي ډگرکي دخبریالانو گڼه گوڼه وه لاره لکه رمه چې تیره شوې وي دوړي يې په هوا وي . یوخو هوايي ډگرهم لکه د خوسی میدان داسي پوټی و اوبل یې دجنگ دکلونوپه وخت کي په بیړني ډول جوړکړی و، دستروالوتکودکښته کیدونه و، دا وړې مسافروړونکي به هم دمجبوریت له مخیي ورباندي کښته کیدلې مسافروخپل سرونه خدای او وس چاتربالاپوش چاترخپلي کورتۍ لاندي پټ کړی وو . مارینا هم خپل ټیکری ټینگ په مخ تاوکړی و او له متین سره جوخته روانه وه هرچا هڅه کوله ژر د دوړوله میدانه لري شي . میدان ته ځیرمه یوه وړه يوه پوړيزه ودانۍ چي په سپينو ګجو يې ښه لړلې وه ښکاریده ورونه اوکړکۍ یې خلاص، مات اوگوډ وو او یوه زنگ وهلی کږه وږه لوحه ورباندي راځړېده چي ورباندي لیکل شوي و ( به ولایت باستانی فاریاب خوش امدید) متین اومارینا هم له کابل څخه دهغوبهرنواوکورنو خبریالانو په ډله کی و چي هلته د قالینو په جشن کي گډون ته تللی و . دواړه په همدې سفرکي سره یوځای شوی وو ددوى دواړو له ډیمو کراسۍ انگیرني یوډول وې دواړوپه دې ټینگ باور درلود چي نارینه اوښځي برابرحقونه لري اوداچي نارینه باید دښځو دپرمختگ مخه ونه نیسي او داچي اوس هم دښځو په وړاندي زیاتی روان دی او . . . دوی تمامه لاره په همدې بوخت وو . که څه هم دمني پای دژمي پیل و او هوا سړه وه ، خو دوړو له چالاره ورکوله هرڅه سپېره وه . خبریالان په بیړه بیړه هریو د ولایت له خوا رااستول شویو ځانگړو موټرونو ته وختل خومتین اومارینا ځانونه وختي لاشاته شاته کول ښايي نه به يې غوښتل چي له نورو خبريالانوسره په ډله کي یوځای شي ښايي غوښتل یې چي يوازي شي او خواله سره وکړی . له اشنا خلکو لري یوځای شي په یوه پردي ښار کي په یوه پردي ځای کي چي نه یې په کورونو او نومونو پیژندل اوکه دوی غوښتل نوڅوک یې په ژبه هم نه پوهیدل هلته یوازي هوا او اسمان شناخته و . نورمسافر چي له ميدانه لږ لري شول مارینا په یوه ماته غوندي چوکۍ ، چي یوه بغل ته ایښې وه کښینسته ، متین سړک ته ووت یو ټکسي موټر یې راوست او مارینا یې ورسره سپره کړه . اوس دواړه حیران وو چي ډرایورته څه ووايي چي چیرته یې بوزي . دوی نه غوښتل چي له نوروخبریالانو سره یوځای شي ځکه خونو دیوه ځانته ځای په لټه کی وو . خوایا دداسي پناه پیداکول اسانه و؟ متین مارینا ته مخ کړ که څه هم ټوله اروپا اوامریکا افغانستان ته راغلې خولاتراوسه ډیموکراسي سمه نده ټینگه هومتین جانه ترڅوخلک دې ته تياريږي په موږبه دنیا تېره وي خلک باید دې ته لاره هواره کړي اوکه داسي ونه شي والله که سل کاله نورهم ډیموکراسي ووینئ . ته ریښتیا وایې موږباید اصلاحات له خپله سره پیل کړو ، که داسي ونه کړو بیا نو ستا خبره د ډیموکراسۍ راتگ هسي تشي بابولالي دي . دښځوپه وړاندي روان زیاتی خپله دډیموکراسۍ په خلاف ده هو ، ته اوس گوره دلته په دې لوی ولایت کي ښځوته دشپې پاته کیدو ځای نشته اونارینه و ته شته داخپله یو تبعیض دى . زه خو یې ترڅو چي په هر کلي کي یوه زنانه سینما جوړه نشي ډیموکراسي يې نه بولم . له دې سره دواړوکټ کټ وخندل اوبیایې دافغانانو له یوه رنگي او ددوی په ژبه د خسته کن او یکنواخته ژوند گیلې وکړې اومتلونه تیرکړل په افغاني کلیو اوښارونو کي دعادت له مخي اویا شایې د هغي برترۍ له مخي چي نارینه یې ځان ته ورکوي ښځي ډیرکله دموټر په شا اونارینه په مخ سیت کي کښیني خو داځل متین اومارینا دواړه د موټر د شا په چوکۍ کي کښېناستل. دټکسي چلونکي خو وار له واره ددې خبري سپیناوي ته مخ د شا چوکۍ ته کړ او ویې پوښتل چیرته ځئ ؟ متین لکه دموټروان خبره چي یې نه وي اوریدلې ځان غلی ونیوخو ماریناته یې بگاو بگاو وکتل ورته ووایه ډریوربیا ژغ ورباندی وکړ وروره چیرته ځې تاسي ته وایم متین وارله واره ورږغ کړل بازار ته ځو، يوڅه سودا اخلو مسافریاست له کومه راغلی یاست او مارینا ته یې اشاره وکړه دا دي میرمن ده ؟ متین تري تري ماریناته وکتل خو ښايي ترټولو سم ځواب به همدا و، هو دامي میرمن ده له کابله راغلي یوو اوس یوه څه سودا اخلو اوبیرته ځو دوی دواړو يوه بل ته په سترګو کي وموسيدل . موټروان وويل : زه به مو ورسوم هم به سودا درباندي وکړم او هم به موکورته ورسوم خولاره ډیره اوږده ده متین اومارینا لا نه پوهیدل چي څنګه وکړي ولاړ شي که پاته شي که سودا واخلي اویابل څه ، خودموټروان په ارام ځواب سره وغوړيدل. په لاره کي متین ماریناته مخه کړه او ورته ويې ویل راځه بیرته ولاړشو! چیرته ولاړشو کابل ته ؟ هو نودلته خوبه هسي په بازار کي گرځو اودپاته کېدوسم ځای یا سم هوټل موټل هم نشته د په شاتگ یوازي همدا یوه لاره شته چي له خپلي ډلي سره یوځای شوخو بیا هم هغسي لکه تل دومره موقع نه شوپیداکولای چی یوبل ته د زړه خبره وکړو. خوکه کابل ته ځو هلته به څه وایو ؟ لاره اوږده ده ، دوی هسی هم په الوتکه کي ځي، زه اوته به په موټرکي دمه دمه ولاړ شو او له خپله عمره به دوه ورځي دځان لپاره ژوند وکړو . لاره ډېره خرابه ده که څه خبره وه بیا ؟ هیڅ خبره هم نشته چي زه درسره یم ته څه وېره لرې اوکه په ماباورنه لرې؟ نه هیځ کله هم نه ، هغسي خبره نه ده زه ترځان په تا ډېره باوري یم خو که په خیر ورسیږواو بله داچي نورخبریالان به څه وایي چی دوی څه شول ؟ یاره ته هم داسي خبري کوې ددوی یې څه کار ( ماوتوراضي چی کارداره قاضي ) موږ ازاد انسانان یو زړه مو چي چیري ځو دچایې څه کار . نورلکه چي مارینا هم نه غوښتل چي خبره اوږده کړي په بازار گډشول دواړو هسي یو نیم شی واخیستل اوبیرته دکابل په لور رهي شول . لاره اوږده وه په لاره کي یې شپه سوه او دواړه دسړک د غاړي یوې مساپرخانې ته ولاړل هلته یې یوه خونه ونيوه . مسافرخانه هم داسي ځای نه وه چي هغه دچاخبره پښه دي پکښي وغوړیږي خود دوی سترگي يې پټي کړې د هوټلي له شاگرد سره ددوکانونو په سر خونوته وختل هري خوني یوه کړکۍ او یوه اوسپنیزه دروازه لرله لکه د محبس داسي وړې وړې خوني یې وې . وریې ورخلاص کړ، دواړویوه بل ته وکتل دخوني په سرکي یوه کوَت کوَت نرۍ نالي، خیرن خیرن دوه بالښتونه او په غولي باندي یو پوزی ویړ و، مارینامتین ته وکتل اوبیایی په پسخندي ورته وویل ښه ده بالشتونه خو دوه دي هو، لکه چي زموږ له راتلوخبر وه هریوه خپل لاسي بکسونه یوې خواته واچول اود مخ لاس کالو په پاکولو بوخت شول . مارینا په کړکۍ کي دابو شین پلاستیکي جگ چي لکه د زرڼوکوزه داسي خیرن و د دوو گوتو په سرونو پورته کړ او ویې ویل دې جهالت ته گوره دا څه مردارخوري ده ! کړکۍ يې پرانيسته يخ باد کوټې ته راننوت دې جګ ايسته غورځار کړ اوکړکۍ یې په درَز پوري کړه مارینا پوړنی ایسته کړ او مخ لاس کالي یې ورباندي ومښل دتکوتورو پړقو پړقو سترګو په بڼو يې کښينستې دوړې بيا بيا وموښلې ترڅو پاکې شي . متین ورنژدې شو لکه مرسته چې ورسره کوي سترګې يې پورته ورته ونيولې په ونه دنګه او په دوړو سپیره مارينا لکه چي ښه ورته ښکاره شوه دځان خواته يې راکش کړه . مارینا لکه میلمنه چي له تندی مري خو چي دکورڅښتن دچای ست ورته کوي نه نه ،مکوه مکوه وویل خو شېبه وروسته د متین په غېږ کي وه متین مخ دمارینا په وریښتانوکي پټ کړبیایې دهغې په غوږکي وویل یخ دی، نوره هم راوړاندي شه داڅه کوې ؟! پرېږده چي ښکل دي کړمه داسي تنهایي او د زړه شپه به بیا چیرته پیدا کوو؟ متين مارينا ته وويل ترګردې نړۍ راباندي ګرانه يې ! مارينا چې سره سره اوښتې وه دمخ تور رنگ یې لا پوخ شو او ورته وې ويل رښتيا تر ټولو ؟ هو په وجدان قسم ! مارينا وخندل او متين ته نوره هم ورنژدې شوه . کله چي د هوتل شاگرد ور وټکاوه نو دواړه مجبوره وو چي بارشي ډریور دتگ احوال ورته راکړی و . له هوټلي سره یې حساب خلاص کړ خو دوی لکه نور مسافر له دې شکایت نه درلود چي ترسهاره یخ کلک کړی وو ځای يې سم نه و يا يې څراغ ژر ورته مړ شوی و . پړسېدلی غوټ هوتلي چي نصواري گوپیچه یې په تن اوسره رخچینه یې په سر وه متین ته وویل : شوتان چطوربود خنک خو نه خوردین جای تان خو خراب نه بود؟ مه خوبچا ره گفتم که خدمت کنن . متین ماریناته مخ کړ،ښایي په زړه کي به یې ویلي وي دجنت شپه وه جنتی شی . خوهوټلی ته یې دهغه په خپله ژبه وویل زنده باشین شومسافریست پروا نه داره هرچه بود گذشت. بیا دواړه په هغه موټرکي سپاره او دکابل په اوږده مزل رهي شول اوس چې يې يوه بل ته کتل سترګې يې نه اړولې . د ډریور او شا دچوکیوترمنځ یې پرده اچولې وه متین دمارینا په غېږ کي سرا یښی و مارینا یې خپلي نرۍ نرۍ گوتي په وریښتانوکي گرځولې راگرځولې خبري یې کولې اوکله کله به یې ساړه و اسویلل خدای پوهیدو چي په زړه کي به یې څه گرځېدل .چې موټر د خيرخانې په کوتل ورشېوه کيده متين وويل اوهو لکه په الوتکه کې چې راغلې يو. هولکه چي راورسیدو متين خپلي خړي سترګې وموښلې لکه نوى چې له خوبه راويښ شوى وي خود ټيلفون له زنګ سره يې سترګې ژرژر ورپولې په شیبه کي یې رنگ تک سپین واوښت ښځه یې ناروغه وه روغتون ته یې باید رسولې وای او باید ورغلی وای . مارینا ته یې مخه کړه او ورته ویې ویل گراني که نه خپه کیږې اول به زه کورته ولاړ شم زما میرمن سپوږمۍ ناروغه شوې بایدزېږنتون ته یې ورسوم . ولي ته دهغې له ناروغه کېدو نه وې خبرچي دومره دي لاس پښې سره ورک کړل داخوعادي ناروغي ده . پوه وم خو اوس یې وخت نه و، دلته دفتر ته حال راغلی چي زه له خپل گروپ څخه ورک شوی یم هغه وار له مخه ناجوړه شوې. نواوس څه کوې خویوڅوک به وي چي روغتون ته به یې يوسي بیابه په کراره ورشې. نه اوس ور ځم خدای په لوی بخت ورته راورسولم هغه زما په خوی ښه خبره ده ماندی ورته ویلی خودا پوهيږي چي له پردونارینه ووسره دهغې ناسته ولاړه بیا په داسي یوه حالت کي روغتون ته دهغې تگ اوبیا داخویوه بې پردې خبره ده په داسي حال کي له پردو سره له کوره وتل . . . اخر یوه ښځه په هرحالت کی ښځه اونارینه نارینه ده بیاخدای ددوی فرق کړي نوداباید پوه شي ځکه خو که له درده مړه هم شي له بل نارینه سره روغتون ته نه ځي زه باید ځان ورورسوم ... اوپه تراټ له موټره ښکته شو. مارینا به څه ویلی وای ساړه یې واسویلل د موټر ترکړکۍ یې دمتین گامونو ته کتل چي ځنگه ژر ژریې منډي وهلې ترهغه چي ددې له سترگوپناه شو . بیایې ډرایور ته دخپل کورپته ورکړه په لاره کي پټه خوله وه د متين خبري يې بيا بيا په غوږو کې انګازه کوله (په ديمو کراسي کې بايد له ښځو سره زياتى ونه شي دښځو په واړندی زیاتی تبعیض .... ) په همدې فکرونوکي وه چي ډريور ورباندې غږ کړل همشېره خانه هميس ؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چارواكي : په هلمند كي به ګڼي پروژې پيل كړي", "output": "په دې وروستيو كي د هلمند په ولايت كي د بيا رغاوني بهير لږ اندازه ګړندى سوى او ورو و� �و ددغه ولايت په پرمختګ كي بدلون هم تر سترګوكيږي . هلمند والي ګلاب منګل وايې چي د مركز ور ها خواته به په ولسواليو كي هم د بيا � �غاوني ستري پروژې په لاره واچوي تر څو خلكو ته د كارو بار زمينه برابره سي . نوموړى په هلمند كي د نا امنيو ستر لامل د بې روزګارۍ د كچي لوړ والى ښيې او زياتوي چي ډېرو ځوانانو د كمزوري اقتصاد له امله د نشيې توكو استعمال او يا هم د مخا� �يفينو سره ملګرتيا ته مخه كړېده . د هلمند د كليو د پراختيا او بيا رغاوني رئيس محمد عمر قانع وايې چي ډېر ژر به په هلمند كي د بيا رغاوني د بهير كارونه چټكوالى ومومي خلكو ته به د كار زمينه برابره سي . نوموړي وويل چي ډېرژر د موسى كلا په ولسوالۍ كي د بيا رغاوني دېرش پ� �وژي پيلوي چي د هغو د پرانيستلو سره سم به زرګونو خلكو ته د ژوند امكانات برابر سي ، او زياته يې كړه چي مارجې ولسوالۍ ته هم د پاخه څلوېښت كي� �و متري سړك پروژه منځور سوېده . د هلمند ولايت اوسېدونكي وايې چي دولت دي يوازي لښكرګاه ته توجه نه كوي او په ولسواليو كي دي هم د خلكو د غوښتني سره سم د بيا رغوني كارونه تر سره كړي چي د خلكو او حكومت تر منځ واټن له منځه ولاړ سي . خو دولتي چارواكي تل ټينګار كوي چي تر هغه وخته په ولسواليو كي د بيارغاوني كارونه ناشوني دي تر څو ام نيت نه وي تامين سوى ځكه وسله وال مخاليفين تل د پروژو په وړاندي خنډونه را منځ ته كوي . دا په داسي حال كي ده چي نژدې دوې اونۍ وړاندي هلمند والي ګلاب منګل موسى كلا ولسوالۍ ته د بيا رغاوني د ځينو پروژو د پرانيستلو لپاره تلى چي وسله والو طا� �بانو يې په راكټ الوتكه وويشتله او والي په مو سى كلا و� �سوالۍ كي د پروژو په پرانيستلو كي پاتي راغى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پنځلسو کسانو د اعدام په اړه د جمهوري رياست اعلاميه", "output": "څرنګه چې ګران هېوادوال خبر دي يو شمېر حرفوي قاتلين او جنايتکاران د هېواد له امنيتي وضعيت نه په ناوړه استفادې سره، د وسلې په زور زړه بوږ نونکي جنايتونه چې انساني او بشري وجدان له هغې څخه کرکه کوي، په سازمان شوې توګه ترسره کړي دي. د دغو ح� �فوي قاتلينو او جنايتکارانو له ډلې څخه يو شمېر د هېواد د امنيتي ځواکونو په هڅو د وژنې، بغاوت، د ملي او نړيوا� �و شخصيتونو په تښتونه، وسله واله تښتونه، برمته نيونه، ډله ييزه زنا له وژنې او نورو جنايتونو سره يو ځاى چې د انساني کرامت پر خلاف دي، ونيول او د هغوى د دوسيو په بشپړېدو سره د پريکړې لپاره د هېواد با صلاحيته محکمو ته وړاندې کړى شوې. درې ګونو محکمو د اړوندو دوسيو له دقيقې څېړنې څخه وروسته، دغه سړي وژونکي او جنايتکاران د بېلابېلو جرمونو په کولو سره د اعدام په حکم محکوم کړل. د افغانستان د اسلامي جمهوريت سترې محکمې د درې ګونو محکومو د حکم له صدور څخه وروسته چې د هغې پر بنسټ هر يو له دغو قاتلينو څخه د اعدام په سزا محکوم شوى و، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د ١٢٩ مادې په رڼا کې اړوندې دوسيې د جمهوري رياست مقام ته وړاندې او د اعدام د منظورۍ غوښتنه يې وکړه. د جمهوري رياست مقام د شرعي احکامو مطابق، د لا د� �ت، ځيرکتيا او يقين د ترلاسه کولو لپاره، د درې ګونو محکمو د پريکړو د بشپړ قانونيت او د بشر حقونو ته د د� �ناوي په موخه يو با صلاحيته کميسيون د ۱۹-۷- ۱۳۸۵ نېټې د ۲۷۲۰ ګڼې د حکم له مخې د څو تنو تکړه قاضيانو او څا� �نوالانو په ګډون جوړ کړ او اړوندې دوسيې يې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونيوې. کميسيون د هرې قضيې په اړه بېل بېل نظر ترتيب او د محکمو د پريکړو قانونيت او د جنايتکارانو درانه جرمونه يې تاييد کړل او د شريعت د حکم د پلي کولو او د نورو لپاره د عبرت د درس په موخه، د ټولنيز نظم د ټينګښت لپاره چې دغه جرمونه يې ګواښي، د سزا و� �کول يې ضروري وبلل. د دې تر څنګ موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدلي او قضايي کميټو په جلسو کې په تکراري ډول د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ښاغلي قاضي القضات، ښاغلي لوى څارنوال، په عدلي او حقوقي چارو کې د جمهوري رياست د مقام مشورتي بورد، د عدليې محترم وزير او د ملي امنيت د شورا ريس د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ښاغلي جلالتماب ښاغلي جمهور ريس په رياست مطرح شوه او تر يو لړ خبرو اترو و� �وسته د درې ګونو محکمو پرېکړې د ټولنيزې سوکالۍ، د قتل له زړه بوږنونکو پېښو څخه د مخنيوي، د وسله والو تښتونو، ترور، اختطاف او د جرايمو له بېلابېلو ډولونو څخه د خلاصون او همدا راز په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې ضروري وګڼل شوې، چې له همدې کبله د جمهوري رياست د مقام له خوا د سترې محکمې وړانديز منظور، لوى څا� �نوالۍ او د عدليې وزارت ته يې دنده وسپاره تر څو د درې ګونو محکمو پرېکړه پلې کړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تېره شپه بهرنيو ځواکونو يو تن وواژه", "output": "تېره شپه د کندهار ښار د لويې ويالې د طالبانو هديرې په سيمه کې بهرنيو او کورنيو ځواکونو د يوه کور د تلاښۍ پر مهال د کور يو تن وواژه او بل يې له ځان سره بېولی دی.د نوموړې سيمې سلګونو کسانو په يوه خوله د دې عمل غندنه کوله او دا يې د اسلام او د ټولو قوانينو خلاف کار وباله، دوی ويل چې وژل شوی تن ټکسي چلوونکی او بېول شوی يو تن دوکاندار دی، چې له هېڅ ډلې او ګوند سره يې تړاو نه درلود.د دغه سيمې خلک چې د ولايتي شورا د رئيس د کور په مخکې راغونډ شوي وو دوی د دې غوښتنه کوله چې نيول شوی تن دې ژر تر ژره خوشي شي، که نه نو دوی به په لاريون لاس پورې کړي.او د وژل شوي تن جسد به تر هغو ښخ نه کړي تر څو د دوی دغه غوښتنه و نه منل شي او دوی دا هم ويل چې بايد د دوی تلاښي او عمليات د دقيق راپورونو پر اساس ترسره شي، نه دا چې مظلومو کورونو ته ورلوېږي او تلاښي کوي او بېګناه کسان وژني.دغو خلکو دا ادعا هم کوله چې د دوی له دغه کور څخه موټرسايکل او قيمتي سامان وړل شوی دی.د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي او همدارنګه د کندهار والي ويلي چې دوى به په دې اړه پلټنې وکړي چې دا کار د چا له لوري او څه ډول ترسره شوی دی.د يادونې وړ ده چې د کندهار ښار د لويې ويالې ساحه په ښار کې يوه له هغو ساحو څخه ده چې ډېر ځله دا ډول پېښې پکې رامنځته شوې دي او امنيتي چارواکي هم تل دا وايي چې د دې سيمې څخه ډېری کسان د دولت ضد استفاده کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ځان پيژندنه", "output": "انسانان چې کله خداي پيدااودغه فاني دونيا ته سترګې راوغړوي نولومړۍ دخپلی مورسره مينه حس کوی اوخپل ځان دمورد غيږی په لور کشوی اودژوندي پاتې کيدولپاره دمورتی لټوي کله چې هغه ومومې لکه دڅوکالونوبلداوروږدی دمور تي په ډ يره مينه نيسي اودځان ساتنه دخپلو هڅو په واسيطه کوي مګرکله چې يادشوي ماشوم د٧ورځوشې بيا دځان پيژندنه پيلوی عالما وکرام وايي چې نوموړی ماشوم په دي وخت کې دخپل ځان په اړه بېلابېل سوچونه اوفکرونه کوي نو په همدې موخه ٧ورځې وروسته ورته ديوچالخوا دماشوم په غوږکې ديوې عقيدی يا دمسلمانيده وايل کيږې چې په همدې سره ماشوم ته ديوڅه ځان پيژندنې مالومات کيږي اوخپل ځان اودخپل پيداکونکې په اړه يوڅه اوري مګروروسته چې ماشوم څومره لويږي خومره مالومات حاصلوي اودځان پيژندنې په اړه مالومات � �اټولوي اوهم ځان پيژندنه پيلوي چې بيا ماشوم هڅه وزيار دوخت په تېريدو سره پراخېږي اودزدکړو په تر لاسه کو� �وسره خپل هدف ته راسيږي.نوځکه خوعلم اوپوهي تر لاسه کول دومره ا هم اوضروري ګنل کيږي هيله ده چې زمونږ افغانان له دي وروسته دعلم اوزدکړي په تر لاسه کولو او هم ځان لا ښي پيژندني لپاره په وخت او ځاي کوششونه وکړې تر څوددواړه درېنوګټې يې په لاس راوړي وي پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ته مې تماشه کوه", "output": "ته مې تماشه کوه شیرین آغا جهانګیر پرېږده چې ستي شم لولپه شمه ایره شمهته مې تماشه کوه اور شمه سکروټه شم لوګی شمه لمبه شمهته مې تماشه کوهپرېږده چې د خپل وجود ټوټی په خپله ووینمپرې چې د زړه ماتې آینې په خپله ووینمپرېږده چې بدرنګې زمانې په خپله ووینمپرېږده خپل سبا لره ویرجنه ترانه شمهته مې تماشه کوه پرې چې یو ځل بیا د غار او غر دور ته ورشمهپرېږده چې ګونګی شمه وخشي شم ځناور شمهپرېږده چې د خپل لرې ماضي ځني خبر شمه ووځم د وخت له حافظې نه افسانه شمهته مې تماشه کوه پرې چې د سپرلي د رنګینو پسې زړه واچومپرې د ماښامونو د ډیوو پسې زړه واچومپرېږده د سهر تازه وږمو پسې زړه واچومپرېږده چې لاهو د خپلو اوښکو په څپه شمهته مې تماشه کوه پرېږده د ګلونو ماشومانو په ویر وژاړمپرې د خپلو کونډو یتیمانو په ویر وژاړمپري ددې بې وسو انسانانو په ویر وژاړمپرېږده چې خپل غم ته مې سندره شم ټپه شمهته مې تماشه کوه پرېږده چې د وران جومات منار ته خپه نیولی شمپرېږده شاړ ګودر سوي چنار ته خپله نیولی شمپرېږده مات منګی چلم ستار ته خپه نیولی شمپرېږده د کنډر وطن کنډرو ته دمه شمهته مې تماشه کوه پرې چې د وختونو قافلی راځني لاړې شيپرېږده چې د نن په سوچ کې شپې راځني لاړې شيپرېږده چې یواځې شم نشې را ځني لاړې شيپرېږده چې د ژوند د کشمکش لار کې ویده شمهته می تماشه کوه پرېږده د باروتو په لوګو کې انسان پټ ښه دیپرېږده د خپل بم په سرو لمبو کې انسان پټ ښه دیپرې د وخت په تورو ترږمو کې انسان پټ ښه دیپرېږده موړ د خپلې بربادې په تماشه شمهته مې تماشه کوه پرېږده که انسان دې انسان په وینو رنګ ښه ويپرې که د ادم بچي یو بل سره په جنګ ښه ويپرې که ستا اشرف المخلوقات داسي بدرنګ ښه ويبیا مې کړه ګنګی اشنا که تاته په ګیله شمهته مې تماشه کوه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سوات جګړه که د پاکستان بله لوبه؟", "output": "که د پاکستان د پیداېښت تاریخ ته په غور سره وکتل شي، نو په څرګنده توګه پرې پوهېږو چې دغه هېواد د خپلې زوکړې په کمه موده کې دومره په مکاریو کې پرم ختګ کړی، چې د نړۍ ډېری هېوادونه یې نشي کولای، هغه ځکه چې دغه هېواد د چلونو، فریبکاریو او غولولو پلانونو ستره ځاله ده.که د سره ښکېلاکګرو تېری پر افغانستان ته نظر واچوو، نو افغانستان لومړنۍ هېواد و چې دغه ښکېلاک یې پر ګونډو کړ او هغوی یې پرېنښودل چې ځان د پاکستان له لارې د هند تودو اوبو ته ورسوي، بل کله چې هغه یرغل وشو، نو د پاکستان د استخباراتو شبکې فوري نوي پلانونه او لومې جوړې کړې، لومړی یې له همدغه افغانانو نه د سپر په توګه کار واخیست، او د امریکې هېواد ته یې داسې لومې او له چلونو نه ډک پلانونه غوره کړل چې هغه وخت د امریکا متح ده ایالات او نوره نړۍ وارخطا شوه، چې د امریکې د متحده ایالات چارواکي فوراْ لاس په کار شول او پاکستان ته یې سینه وډبوله چې هر څه غواړې پر مونږ، خو چې روسان د پاکستان له لارې ځان د هند اوبو ته ونه رسوي، له بلې خوا یو شمېر زیات افغانان خپلو کورونو او هېواد پرېښودلو ته اړ شول، چې پاکستان بیا هم له امریکې، ملګروملتونو ، سعودي عربستان او د نړۍ له نورو ملکونو نه د مرستې د لاسته راوړنې لپاره بل پلان جوړ کړ او غږ یې وکړ چې افغانانو سره م� �ستې وکړی کنه .....پاکستان په هغه وخت کې داسې پلانونه طرح او جوړ کړل چې ټوله نړۍ یی وارخطا کړه او دا یې وښووله چې که تاسې له مونږ سره مرستې ونه کړی، نو تاسې به زیان ووینۍ، تباه به شی او برباد به شی، همدا و چې ټوله نړۍ خصوصا د امریکې هېواد خپلې مرستې د پاکستان پر لورې سیخې کړې، چې پاکستان د خپل پرمختګ لپاره نړۍ ته نوی او له لوم و ډک پلانونه جوړل کړل او لاندې څو ګټې یې ترې واخستې.۱. د خپلو پوځیانو شمېر یې زیات کړ.۲. پوځیان یې په امریکایي وسله او نورو مهماتو سمبال کړل.۳. دپوځې استختباراتي (ای ایس ای) د شبکې تمویلول، پراخول او په نوې تنکنالوژۍ سمبالول .۴. د کشمیري ډلو او حزبونو تمویلول او د نورو امکاناتو برابرول ترڅو هندوستان ته سرخوږي جوړ او د هغوی بوختول په سیمه کې.5. د پاکستان هوایي ځواک تقویه او تجهیزول.او نور داسې ډېر اړین ضرورتونه یې و چې پاکستان د افغانانو په نوم د نورې نړۍ مرستې د خپل هېواد په ګټه تر سره کړې. زه راځم خپلې اص� �ي موضوع ته او هغه دا چې له دېرشو کلنو را په دېخوا پاکستان د نړۍ هېوادونو خصوصا امریکې ته داسې پلانونه جوړوي چې له یوې خوا هغه هېواد د اقتصادي اړخه کمزوری کړي او له بلې خوا ورته په هېواد دننه زیان واړوي.کله چې د طا� �بانو حکومت په افغانستان کې جوړ او روان و، نو د نړۍ هېوادونه خصوصا امریکا پاکستان ورو، ورو هېرولو، چې د ځینو څېړونکو په اند پاکستان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ د پېښې طراح او جوړونکی بلل کېږی چې له دې کار سره له یوې خوا هغه هېواد ته یې ځاني او مالي توان ورسولو او له بلې خوا نړۍ او امریکې ته یې وښووله چې تاسې بیا پاکستان ته اړتیا � �ری، که پاکستان نه وي نو تاسې هم نه یاست او همدغه پاکستان دی چې امریکا او نوره نړۍ ساتي او... هم هغه و چې ام� �یکا پاکستان ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ او وویلې چې هر څه غواړې پر ما خو ګوره چې دا خلک باید له منځه لاړ شي، پاکستان اولنۍ هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و او اولنۍ هېواد و چې د طالبانو د حکومت په ړنګولو کې هېڅ نوعه صرفه ونه کړه چې په دې وخت کې په میلیونه ډالر او نورې مرستې یو ځل بیا پر پاکستان سیخ شول چې یو ځل بیا پاکستان ترینه ښه ګټه واخیسته.کله چې د طالبانو اسلامي امارت د پاکستان په کلکې مرستې ړنګ او له منځه لاړ، نو د امریکې او نورې نړۍ هېوادونو خپل پوځیان او هر اړخیزې مرستې افغانستان ته سمې کړې او جالبه خو یې دا ده چې همدغه م رستې د پاکستان له خاورې افغانستان ته راوړل کېدې، چې ددغو مرستو زغمل د پاکستاني چارواکو خصوصا د هغوی د استخباراتي شبکې په وس کې نه وو، نو یو بل پلان یې جوړ کړ.او هغه پلان د پاکستاني طالبانو نوی غورځنګ و، او څ ېړونکي وایي چې په لږه موده کې یې دغه غورځنګ د ای ایس ای له خوا جوړ او لاس په کار شو.زه به خپلې خبرې لنډې کړم، څو اونۍ دمخه د پاکستان دولت د طالبانو همدغه غورځنګ په رسمیت وپېژندلو او هغوی ته یې د پاکستان په خاوره کې په رسمي توګه د فعالیت اجازه ورکړه، هغوی ته یې امکانات برابر کړل، پاکستان یو ځل بیا امریکې ته لومه واچوله او خپل پاکستاني طالبانو ته یې دنده ورکړه تر څو ځان بونیر نومې سیمې ته ورسوي، ځکه بونیر د اسلام اباد نه په لږ ه فاصله کې پرته سمیه ده، نو په دغه وخت کې د نړۍ هېوادونه اندېښمن شول، خصوصاْ امریکا ته یې داسې اندېښنه او پ� �وپاګند ورکړ چې ګوندې طالبان ځان اسلام اباد ته رسوی او ددغه هېواد حکومت ړنګوي، ددغه هېواد اتومي بټۍ خپله � �بضه کې راولي او ...چې په دې وخت کې د امریکې یو لوړ پوړی چارواکی اعلان وکړ چې له یو یا تر شپږو راتلوونکو میاشتو پورې به د پاکستان حکومت د طالبانو په لاس سقوط وکړي، خو دا د پاکستان یو بل پلان او چال و د امریکې د مرستو د جلبولو او تر لاسه کولو لپاره.کله چې د امریکې متحده ایالات او د نړۍ نورو هېوادونو د پاکستان پر دغه دوه م خیزه سیاست کلکې نیوکې وکړې او د هغوی دغه کار یې په سختو الفاظو وغنده، نو د ای ایس ای شبکه خپل پلان ته ګوتې تېرې کړې او پر سوات پر پاکستاني طالبانو یا په بل عبارت د طالبانو پر وړې پاچاهۍ د حملې پلان یې په داسې مهال کې طرح او پیل کړ چې د افغانستان، پاکستان او امریکې ولسمشران په امریکا کې د غونډې لپاره یو ځای کېدل او د غونډې د پیل د مخه یې پر سوات او اړوند سمیو حمله پیل کړه او د بلې خوا درې واړه مشران سره یو ځای شول او د افغانستان او پاکستان پر مسلې خبرې پیل شوې چې پاکستان خپل پوځي عملیات لا پسې ګړندی کړل او د امریکې نوی ولسمشر ښاغلي اوباما ته یې داسې وښووله چې مونږ خو غلي نه یو ناست او دغه دی طالبان ستاسې د خلکو او هېواد د بقا لپاره له منځه وړو خو دا کار بغیر ستاسې له مرستې نه ناشونی دی، هم هغه و چې امریکایي چارواکو یو ځل بیا پاکستان ته د هر اړخیزې م� �ستې اعلان وکړ او په دې وروستیو ورځوو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې اعلان وکړ چې امریکا به له پاکستان سره څو سوه میلیونه ډالر مرسته وکړي او افغانستان ته به تر لسو زرو زیات پوځیان ولېزي.خو کله چې دغه د سوات لوبه ختمه شی نو د وزیرستان شمالي او جنوبی اونورې لوبې به یو په بل پسې په راتلونکې کې پیل شي او د پاکستان دا لوبې به د امریکې سره روانې وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اميراوفقير ( ۵)", "output": "شاهي كشتۍ هلته ډيرى زينى وې چې د وستمنستر له قصر څخه تر سيند پورى غزيدلى وى . شاهي كشتۍ ډيره ستره او ښكلى وه, په دې كشتۍ كښې به پادشاه په سيند كښى سفر كاوه. د زينو دواړو خواو ته يو شمير عسكر د پا دشاه د راوتلو په انتظار ولاړ وو. د زينو په پورتني برخه كښې سترى دروازى پ� �انيستل شوې. د تيار سى امر وركړ شو او عسكران نيغ ودريدل . لورد هوتفورد او د قصر ځيني نور ستر چارواكي بهر راووتل او د لارى په دواړو خواوكښى ودريدل. كله چى توم له دروازى سره را ښكاره كړ نو ټولو سرونه د احت� �ام په خاطر ټيټ ونيول . توم سپينې رسمي جامې اغوستى وى . هغه يوه لحظه هلته ودريد او د سيند په لور يى نظر واچو� �و ، ده ته هغه ورځې په يادى شوى چى ده به هلته لوبى كولى او لامبو به يى وهله . خو اوس دى بايد چى امير وي . پادشاه دغه امر كړى ؤ. دى ورو ورو له زينو راښكته او شاهي كشتۍ ته داخل شو. كشتۍ حركت وكړ او. په سيند كښى در كيلد هال(Guildhall) په لور روانه شوه. دا په ښار كښى يو لوى صالون و چې شاهي ملمستياوى به دلته وركول كيدى. د لند ن ټول لوى دولت مندان او ستر شخصيتونه په كيلد هال كښى د خپل امير په انتظار كيناستل . ( ادامه لري )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل: د اوبو، پلاستیکو او د بانجانو د روب فابریکې په کار پیل کوي", "output": "میرویس جلالزی ټاکل شوي چې ډیر ژر په کابل کې دری عمده خصوصي فابریکې په کار پیل وکړي چې له دې سره به شاوخوا اتلس زرو افغانانو کاري فرصتونه برابر شي. دغه ټکی د پانګوني څخه د ملاتړ ادارې ( ایسا) ریس نورالله دلاوري څرګند کړ. ښاغلي دلاوري وویل چې د کابل د صنعتي پارکونو په سیمه کې یې ۶۰۰ جریبه ځمکه دغو دریو فابریکو ته سپارلي ده. لومړی فابریکه د غیر الکولي مشروباتو د تولید ده چې ۳۰ ملیونه ډالره پانګونه کوي. دوهمه فابریکه د پلاستیک او بوتل جوړولو ده چې پرې به د یوه پانګوال له خوا ۱۵ ملیونه امریکايي ډالره ولګول شي او دریمه فابریکه هم د سرو بادنجانو د روب ده چې پرې به اتلس ملیونه امریکايي ډالره پانګونه وشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې ځانمرګي بريد مرګ اوژوبله رامېنځ ته کړه", "output": "دخوست ولايت دامني قوم اندانۍ دعامه افکارو مشر سمونوال وزير بادشاه بېنوا ويب پاڼې ته وويل چې دغه بريد نن ورځ يو لس بجې او ٤٥ دقيقې دتڼيو ولسوالۍ دنظام کراول پر سرتيرو باندې هغه مهال وشو چې په يو ه سپر کېسټم موټر کې سپور ځانمرګي بريدکوونکي غوښتل چې ولسوالۍ ته دچاوديدونکوتوکو ډک موټر دننه کړي خو دسرتيرو لخوا ودرول شو اودټوپک ډزې يې پرې وکړې نوپه سمه لاسي توګه ځانمرګي دنظام کراول دپوستې سره موټر ټکر کړ چې په پايله کې يې يوتن سرتيری ووژل شو اوپنځه تنه نور ټپيان شول ،ځانمرګی اوورسره موټر يې په بشپړه توګه له منځه ولاړل ده په داسې حا کې ده چې تيره ورځ هم يو تن ځانمرګي بريدکوونکي ديعقوبيو ولسوالۍ دزمبر په سيمه کې دافغان اوايساف ځواکونو په ګډه قرارګاه کې دموټر بم چاودنه کړي وه چې له امله يې يوشمير کسان مړه اوټپيان شوي وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایتلاف: په هلمند کې مو پولیس ندي وژلي.", "output": "بینوا ویبپاڼې ته دایتلافي ځواکونو راغلې خبرپاڼه لیکي چې دوړمې ورځې په ماښام یې دهلمند په ګریشک کې د ۵ پولیسو وژل ندي کړي خبرپاڼه لیکي چې دوی ددی پیښې په رامنځته کیدو هم خواشیني شوي، خو تیره ورځ دکورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري بینوا ویبپاڼې ته ویلي وه چې ددغو پنځو پولیسو وژونکي امریکایان دي هغه دا هم ویلي وه چې دایتلاف له ځواکونو یې ددی پیښې دجزیات غوښتی دا ډول دناټو په مشرۍ دایساف ځواکونو ویاند تام کولینس هم دایساف دسرتیرو له اړخه ددغو پولیسو وژنه رد کړی بل لورته طالبانو هم ددغو ۵ پولیسو دوژنې په اړه څه ندي ویلي لا تراوسه نده په ډاګه چې دا کار چا کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستان له میرانشاه نه افغان کډوال وباسي", "output": "میرانشاه: د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته له سیمې نه د وتلو امر وکړ. دمیرانشاه (پولیټیکل انتظامیه )وایي، چې په سیمه کې د ۴۰۰ په شاوخوا کې بهرني وګړي میشت دي،چې هره شیبه دولت ته ګواښ پېښوي. پاکستاني ملېشو نن ۲۲ تنه بهرنیان نیولي، چې افغان کډوال هم پکې شامل دي. د میرانشاه سیمه ییزه راډیو درګرده اعلان کوي، چې افغانان دې کاروبار بند کړي او له میرانشاه نه دې ووځي. چارواکو تر دې مخکې ښار ته د افغان کډوالو پر ننوتو بندیز لګولی و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عراق کې گڼ شمير کسان مړه اوټپيان شول", "output": "د عراق په شمالی موصل ښار کې یوې ځواکمني چاودنې په لسو باندې کسان وژلي او تر سلو ډیر یې ژوبل کړي دي. د موصل ښار د پولیسو عمومی تاڼه دار په حواله په دې پیښه کې لږ تر لږه 15 تنه وژل شوي او 132 نور ژوبل دي . داچاودنه په هغه ودانۍ کې وشوه په کومه کې چې د یاغیانو له خوا ١٥ ټنه چاودیدونکي توکي پټ کړای شوي وو .د عراق په شمال کی د امریکایی ځواکونو قوماندان مارک هرتینګ رویترز ته وویل دا چاودنه دومره زوروره وه چې د سیمی په سل مترۍ کې پراته کورونه او دوکانونه یې هم وران کړي دي .امریکایې جنرال وویل :چاودنه هغه وخت وشوه کله چې عراقي کورنیو ځواکونو دې ودانۍ ته نژدې د واټ پر سر یو له مخکي ځای پر ځای کړای شوی بم شنډول . د ژغورني ډلي د مړو اوټپیانو شمیره تر دې هم وچته بولي ځکه د چاودنې په چم گاونډ کې پرتې ودانۍ په بشپره توگه وراني شوي او گمان کیږي چې یو شمیر انسانان به لا هم تر خاورو لاندی گیر پاتي وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بلخ پوهنتون محصلينو د اشرف غني څخه ملاتړ اعلان كړ", "output": "د بلخ پوهنتون په سلګونو محص� �ينو نن د زمري په لومړۍ شپه، د شمال زون د ټاكنيزو مبارزو په دفتر كې ، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ. دغه غونډه په مزارشريف كې د شمال زون په كچه د اشرف غني د نوي جوړ شوي ټاكنيز دفتر په تالار كې تېر ماښام جوړه شوې وه، چې د بلخ پوهنتون د محصلينو سربېره پكې د سيمې يو شمېر مخورو هم برخه اخيستې وه. ذبيح ا� �له احساس د ياد شوي دفتر مسوول د ډاكټر اشرف غني احمدزي د وړتياوو يادولو په ترڅ كې وويل، چې اشرف غني احمدزى د خپلې وړتيا له مخې نړيواله څېره ده، چې هېواد همداسې مشرتابه ته اړتيا لري. نوموړ ي په ځوانانو غږ وكړ، چې داسې چا ته رايه وركړي، چې د افغانستان له پاره ګټور پلانونه ولري.د هغه په وينا اشرف غني همداسې يو كس دى چې بايد د هېواد د مشرتابه لپاره يې غوره كړو.همدا رازد بلخ پوهنتون محصلینو په خپل وار سره خبري وکړې او هر یو خپل ملاټر په څرګندولو سره ډاکټر اشرف غني احمدزئ د هیوادیو پیاوړي او کارپوه کاندید په نامه یاد کړ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ننگرهار کې د پوليسو له کورنيو سره مرسته وشوه", "output": "د ننگرهار ولايت د خوگياڼيو و� �سوالۍ په وروستي ترهگريز بريد کې د وژل شويو پوليسو له کورنيو سره مرسته وشوه .دا مرسته تيره ورځ د ننگرهار د امنيه قوماندان عبدالغفار له خوا د وژل شويو کسانو د فاتحې تر مراسمو وروسته وسوه .رپوټونه واېې چې د وژل � �ويو کسانو کورنيو ته دوه دوه سوه کيلوگرامه خوراکي توکي چې پکې وړه ، وريژي، غوړي ، چاې او بوره شامل ول وويشل شول .دولت ژمنه کړي چې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره به هم تر وسه وسه مرستي وکړي .په هغه چاودنه کې چی وړمه ورځ د خوگياڼيو په ولسوالۍ کې وشوه لږ تر لږه 20 تنه مړه او 25 نور ژوبل شوي ول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ګوانتانامو د زندانيانو محاکمه", "output": "د کيوبا په ټاپو کې د ګوانتانامو له زندان څخه نوي تصويرونه، د نړيوالو خبريالانو يوې ډلې اجازه تر لاسه کړې چې څو د يوه پوځي کميسيون په وسيله د ګوانتانامو د زندانيانو د محاکمې له پړاو څخه د رپوټ د جوړولو سره سره د زندان له نوو امکاناتو څخه هم تصويرونه واخلي. د زندان ورونه د خبريالانو پرمخ پرانستل شوي او د پوځي چارواکو په ملګرتيا د تفريح ځاى د انګړ په د ننه کې وګرځېدل. د دغه زندان د مسئولينو په وينا زندانيان اجازه لري چې څو شېبې په انګړ کې د تفرېح لپاره تېرې کړي. دغې ډلې همدارنګه د يوه نوي جوړ شوي زندان ته د ورننوتو اجازه هم لاس ته راوړه څو په هغه کې د موجودو شونتياو څخه تصويرونه واخلي. نوې ودانۍ د اسانتياو د شونتيا سربېره د زندانيانو لپاره د جراحي توکو درلودونکى هم دى. خبريالانو ته اجازه ورکړل شوې څو په زندان کې د بنديانو حالت او د پوځي محکمې بهير وګوري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسدالله خالد د باور رایه تر لاسه نه کړه", "output": "نتکۍ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر نن پارلمان ته د باور رایو د تر لاسه کولو لپاره د سوداگرۍ او کډوالو چارو له سرپرستو وزی� �انو سره یو ځای وړاندی شو خو اسدالله خالد و نه توانید چې د مجلس 97 رایی خپلی کړي او د 91 رایو په خپلولو سره په دې و نه توانید چې د سرحداو قومونو او قبایلو چارو د نوی وزیر په توگه د پارلمان له خوا ومنل شي . زیاتو وکیلانو د هغه پر وړاندي مخالفی رايي ورکړي. د کډوالو وزیر براهوی او د سوداگرۍ وزیر وحیدالله شه� �انی له پارلمان څخه د باور رایی تر لاسه کړي دي . اسدالله خالد له دې دمخه د کندهار او غزنی ولایتونو د والی په توگه هم دنده اجراه کړي وه . اسدالله خالد"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائتلاف:په نيمروز کې څلور مخالفين وژل شوي", "output": "د ايتلافي ځواکونو د بگرام له قوم انداني څخه يو خپور شوی بيان چی نن بينوا ويب پاڼي ته رسيدلي واېې چې د نیمروز په ولایت کې د يو لړ عم� �یاتو پر مهال یو تن اورپکی وژل شوی او څلور تنه نور ژوندي نيول شویي. د عملیاتو نيټه تیره اونۍ ښودل شوي ده .عملیات د خاشرود په ولسوالۍ کې د هغو کسانو پر ضد تر سره شوی چې د ائتلاف پر وينا د بمونو په ايښودنه، د وسلو په قاچاق او د بهرنيو جنگيالو په منسجم کولو کې ېې لاس درلود ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملګري ملتونه : قرغزستان دي د پنا غوښتونکو د جبري ستنوني لاس واخلي", "output": "ملگروملتونودقرغزستان په حکومت ټینگارکړی چي هلته دورغلوپناه غوښتونکو ازبکانو له په زوراوجبري بیا ستنوني دي لاس واخلي . دملگروملتونودبشري حقونودڅانگی دمشرلویس اربور اودگډوالي د ادارې مشر انتونیوگیتریس دیوه رسمي بیان په خپرولو دقرغزستان له حکومته دا غوښتنه کړی . پدې اعلامیه کي د لویس اربور له خولې راغلي که پناه غوښتونکي ازبکان په زور بیرته خپل وطن ته ستنیږي کیدای سي چي په حقونویې تیری وشي لکه شکنجه او سرپریکوني . بله خوا دملگروملتونوعمومي منشي کوفي عنان هم په یوه ځانته بیان کي په قرغزستان ږغرکړی چي خپل نړیوال مسولیت ته دي ژمن پاته شي ځکه دا جبري ستنوني د دیارلس سوه دیرشم کال دکډوالي کنوانسیون ماتوي . دتیري میاشتي په سرکي د ازبکستان په اندیجان کي مظاهرې وشوې اوله هغه ورسته چي ازبکو دولتي ځواکونو په مظاهره کونکو ډزي پیل کړې په سل هاوو کسه گاونډي قرغزستان ته په پوله ورواوښتل اوپناه یې وروړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ډاکټرعبدالله: حامد کرزي درغلي کړي ده", "output": "د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید او د اوسني ولسمشر نږدې سیال ډاکټرعبدالله عبدالله، حامد کرزی په ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړی دی. ډاکټرعبدالله عبدالله اسوشیتت پرس خبري آژانس ته ویلي چې حامد کرزي له حکومتي دستګاه څخه په انتخاباتو کې ناوړه ګټه اخیستي او ډیری حکومتي امکانات یې په خپله ګټه کارولي دي. عبدالله عبدالله د حامدکرزي د حکومت ډیری چارواکي د دغه تقلب د تر سره کولو اصلي وسایل په ګوتو کړي دي. که څه هم تر اوسه د انتخاباتو اپتدایې او رسمې پایلې نه دې اعلام شوي خو داسي خبرونه را روان دي چې حامد کرزی په ډيرو سیمو کې په غوڅ اکثریت تر خپل دغه رقیب مخکې دی. د حامدکرزي د ټاکنیزو کمپاینونو ویاند وحید عمر ویلي چې د ډاکټرعبدالله عبدالله دغه څرګندوني هیڅ راز قانوني بنسټ نه لري او هغه د انتخاباتو دمخه هم پر ولسمشرکرزي ورته تورونه لګولي ول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بريد کې ٤ پوليس په کاپيسا کې ټپيان شوي", "output": "د افغان دولت د مخالف جنګياليو د وسله ال بريد په ترځ کې نن ٤ تنه دولتى پوليس د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالى د شاهى خيلو په سيمه کې ټپيان شوي دي .بينوا سره د کاپيسا د پوليسو مشر دا خبره منلې او وايې چې له پېښې وروسته يې ١١ تنه شکمن کسان نيولي دي.د طالبانو يو وياند بيا ادعا لري چې ٣ تنه دولتى عسکر يې په دغه بريد کې وژلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خرم په وړاندي د ايراني لاسپوڅو ګواښونه", "output": "صالحه پښتون، کابل Salihapashton@aim.com دسه شنبې په ورځ په ولسي جرګه کې ددې جرګې دفرهنګي، ديني ، پوهنې او لوړو زدکړو دکمېسيون رييس او پخواني ټوپکسالار محمد محقق خبريالانو ته وويل چې په راتلونکې اونۍ کې به داطلاعاتو او فرهنګ وزير ولسې جرګې ته دخپلو کړنو له امله ځواب ويلو ته وغوښتل شي . محقق تور ولګاوه چې داطﻻعاتو او کولتور وزير دبلخ راډيو مشر ، يوتن خبريال او يو بل کارکوونکي ته له دې امله چې په خبرونو کې يې يو شمېر اصطلاح ات ويل ګوتڅنډنه کړې ده . دمحقق په وينا، دراتلونکې سه شنبې په ورځ به داطلاعاتو او کولتور له وزير څخه په دې اړه هم پوښتنې ګروېږنې کېږي چې ولې يې داطلاعاتو او کولتور وزارت لوحه له دري څخه پښتوته اړولې ، ولې يې پښتو او دري خبرونه يوځاى کړي، ولې يې ديوشمېر سيمو لوحې پر يوه ژبه ليکلې او داسې نور . تر ټولو لويه مسله داده چې ولې وزير لوحې پښتوکوي؟ که څه هم دمحقق ددريځ له مخې که يو سفير دا کار وکړي هغه ته روا دى لکه څه موده وړاندې چې يو ايراني مزدور لاسپوڅې، نامتو ستمي او په هند کې افغان سفير � �هين را ولاړېږي او يوه پښتو لوحه په دري بدلوي او درهين دا کار قانوني کار دى خو دخرم هغه سرغړونه ده . رهين په ښکاره ملي ټرمينالوژي تر پښو لاندې کوي او خرم يې پر ځاى کوي خو يو مجرم او بل اتل دى. دخداى بښلي روهي صيب يوه خبره اوس ډېره مشهوره شوې ده ،وايي هغه به ويل : (( افغانستان داستثناتو هېواد دى .)) همدا خب� �ه خو درهين او خرم په اړه هم صدق کوي ځکه چې په استثنايي ډول يو مجرم او بل اتل دى په داسې حال کې چې مجرم داتلولۍ وړ او اتل هغه بايد له اپوټه غبرګون او سزا سره م خ واى . محقق دخپلو عقدو له مخې وويل چې داطلاعاتو او کولتور وزير ولي په ملي راډيو ټلويزيون کې پښتو او دري خبري سرويسونه يو ځاى کړي ، ولي يې دنګارستان ملي نوم په ملي ګالري اړولى او يايي ولې يو شمېر مامورينو ته ويلي دي چې ددان� �ګاه، دانشکده او نورو پر ځاى دې پوهتون او پوهنځى کاروي . ده پخپله ويلي دي چې که څه هم اساسي قانون په دې اړه پرېکړه کړې ده چې علمي او اداري مصطلاحات به خوندي وي خو دهېواد دکولتور دوزير دغه ګامونه داوسنيو حالاتو په پام کې نيولو سره مصلحت نه دى . داساسي قانون په ١٦ماده کې راځي: (( په هېواد کې شته علمي او اداري ملي مصطلحات خوندي دي . )) خو محقق تر قانون يو لوړ شى موندلى دى او هغه هم مصلحت دى . ده ته معلومه ده چې نوموړى سره له دې چې په زرګونه انسانان يې وژلي ، زرګونه تور سرې يې بې ستره کړې او په مړو باندې يې نڅاوې کړې دي، خو بيا هم بهرنيانو دمصلحت په خاطر ژوندى پرېښى دى . دى پوهېږي چې مصلحت ډېر لوى شى دى ځکه چې نوموړى يې له خپلې ټولې بې سوادۍ سره سره هم يوځل دپلان وزير او بيا يې دادى دولسي جرګې استازۍ ته رسولى دى . محقق پر دې هم ښه خبر دى چې مصلحت دولسمشر لپاره هم تر ټولو لوى شى دى ځکه ټول ټوپکسالا� �ان اوس هم دده پر شاوخوا راټول او له دې فرصته په ګټه اخيستنه سره دخلکو پر اوږو ورسپاره دي . ښاغلى محقق کېداى شي دې خبرې دردو� �ى وي چې ددوى دبادارانو يوه هڅه نا کامه شوې ده او له دې به هم وېرېږي چې دا ځل به يې ايراني باداران پرې باور ونه کړي، ځکه هغوى کلونه کلونه پرې ددې لپاره لګښتونه کړي دي چې دهغوى کولتور ژبه او نور څه په افغانستان کې دود او وده ورکړي . له ده سره به اوس دهغه شرط په اړه اندېښنه وي چې بادارانو يې دساتنې په بدل کې پرې ايښى و چې ګواکې په ايران کې اوسېدل به ددې په بدل کې وي چې په افغانستان کې به دايرانيو ګټو دخوندي کولو لپاره کار کوي. اوس خو دکريم خرم په وزير کېدلو سره دادى عملا دايرانيانو ګټې له ګواښ سره مخ شوې اوس به محقق او دهغه په څېر نور ايراني حلقه به ګوش غلامان خپلو بادارانو ته څه وايي . کله چې رهين را ولاړېده او دملي ګالري لسګونه کاله تاريخي نوم يې په نګارستان ملي اړاوه چې داساسي قانون ښکاره سرغړونه وه هغه ته هېڅ هم نه ويل کېده او کله چې خرم داساسي قانون مطابق ملي ګالري ته بېرته خپل نوم ورکوي هغه له قانون څخه سرغړونه ده . داسې ښکاري چې په افغانستان کې داساسي قانون تر څنګ مصلحت هم يو قانون دى او داسې قانون چې اساسي قانون يې په وړاندې منسوخ وي او که داسې نه وي نو محقق کوم مصلحت تر قانون لوړ بولي چې خرم ورڅخه دسرغړونې له امله ولسي جرګې ته غوښتل کېږي . دلته يوه خبره بله هم راياده شوه هغه دا چې دوستم او پدرام چې دشپې داکبر باى کور ته ورځي او اکبر باى له کوره وباسي او اختطاف کوي يې دا هېڅ خبره نه ده ځکه دمصلحت له مخې بايد دوستم ته څه ونه ويل شي کنه حالات به خراب شي . يو ځل خو بويه چې چا داسې ازموينه کړې واى چې رښتيا هم حالات داسې خرابېږي چې له کابو به وزي او که دا کاغذي زمريان دځان نوم پخپله غټه وي او خلک وېروي . دوى خو هغه مهال هم چې په جوزجان کې دجمعه خان همدرد او دوستم دپلويانو تر منځ شخړه رامنځته شوه داسې ويل چې حالات به خراب � �ي سره له دې چې همدرد څو مياشتې نور هم دهغه ولايت والي و او نه حالات خراب شول او نه بله ټکه راولوېده . که دولت غواړي چې حالات يې له کابو ونه وزي نو دمصلحت پر ځاى دې قانون ته مخه کړي چې دمصلحت تر سيوري لاندې کاغذي زمريان هم را ونړېږي او دخلکو تر پښو لاندې شوي حقونه هم ورته ورسېږي . او که داسې ونه شي نو ددولت او ولس تر منځ په ډېرولو واټن م خنيوى به بيا نه ولسمشر وکړي او نه هم دهغه نړيوال ملاتړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرال مشرف پوځي دريشي کاږي", "output": "د پاکستان جمهور رئيس جنرال پروېز مشرف له پوځي مقام څخه لاس اخلي.دغه خبره د پاکستان پخوانۍ صدراعظمي مېرمن بېنظير بوټو له ډيلي ټليګراف ورځپاڼي سره په مرکه کي کړي دي.مېرمن بوټو وايي جنرال مشرف منلې چي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د کانديدۍ په خاطر به له پوځي مقام څخه لاس واخلي، خو د له پيپلز پارټي سره د ګډ حکومت د جوړېدو ستونزه هماغسي پاته ده.که څه هم داسي ګومان کېږي چي په راتلونکو انتخاباتو کي به مېرمن بوټو او جنرال مشرف ګډ حکومت جوړوي، خو مېرمن بوټو وايي له مشرف سره تر ټولو غټ مشکل د پوځ پر مشرۍ سربېره جمهوري رياست ته د هغه کانديداتوري وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لاسنجلس ټایمز:د صوات پښتانه بلوا ته نژدې شوي", "output": "لاسنجلس ټایمز:د صوات پښتانه بلوا ته نژدې شوي سرچینه: لاسنجلس ټایمز ورځپاڼهژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د ام� �یکې لاسنجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې اشغالي صوات د وروستیو جنګ جګړو له امله د بي ځایه شویو پښتنو د ژوند حال په یوه مقاله کې انځور کړی دی. لاسنجلس ټایمز لیکي چې د صوات له سیمې څخه � �اوخوا دوه ملیونه کسان چې یوازي د ګوتو په شمیر یې پنجابیان او سکان دي کډه شوي او دمګړۍ په نژدې پرتو هغو کمپونو کې ژوند تیروي چې په خورا بد حالت کې دي او سوځنده ګرمۍ د دغو کډوالو ژوند ته جدي ستونزي پیښې کړي دي.ورځپاڼه لیکي چې یوازي د مردان ښار د شیخ یاسین په پنډغالې کې ۷۰ زره کسان ځای پر ځای شوي په داسي حال کې چې په دغه پنډغالې کې د څو زرو کسانو لپاره د ژوندانه اپتدایې امکان شته او بس.� �اسنجلس ټایمز لیکي چې د صوات له درې څخه د بي ځایه شویو دغو کسانو شمیره د نړۍ په کچه د کورنیو بي ځایه شویو کسانو تر ټولو غټه شمیره ده.د ورځپاڼي په باور چې اوس د قبایلو د ځینو سیمو اوسیدونکي په دې پوهیږي چې د طالبانو شتون د دوي راتلونکي ته ګواښ جوړوي او باید له دولت سره په دې برخه کې خپله همکاري زیاته کړي.لاسنج� �س ټایمز د صوات د بردیر ښارګوټي د یو شمیر سیمو د اوسیدونکو وروستۍ غبرګون راخلي چې په طالبانو یې بریدونه کړي او هغوي ته یې دروند سر او مال ځیان رسولی دی.لاسنجلیس ټایمز وایې چې قومي لښکري اوس له پوځ څخه وسلې تر لاسه کوي او د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.ورځپاڼه زیاتوي چې دمګړۍ په سیمه کې د جګړې د پای علایم نه ښکاري او بي ځایه شوي خلک په سخته ګرمۍ کې په خیمو کې ژوند کوي او د هرې ورځي په تیریدو یې حوصله مخ پر خطمیدو ده.لاسنجلس ټایمز د پاکستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر آفتاب احمد خان شیرپاو څخه په نکل لیکي چې که چیرته مرکزي دولت له بي ځایه شویو کورنیو سره مرسته و نه کړي هغوي به ډیر ژر په بلواوو او مظاهرو لاس پوري کړي.شیرپاو وایې چې ډیری زیانمن شوي صواتیان پښتانه دي او دروند تاون هم همدغو پښتنو ته اوښتی دی. پاکستان: په بره دیر کې قومي لشکر په طالبانو بریدونه کړيمیرویس جلالزید پاکستان د صوات په بره دیر کې تیره شپه قومي لشکرو د طالبانو په هغو پټن ځایونو بریدونه کړي چې د بره دیر په نږدې پرتو کلیو کې � �تون لري.ځايي خلکو وروسته تر هغه په طالبانو دسپکو او درندو وسلو ګزارونه پیل کړل چې د جمې په ورځ هم دغلته د طالب پلویانو په یوه ځانرمګي برید کې په لسګونوکسان مړه او ژوبل شول.چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې شوي وه.عیني شاهدانو د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې تیره شپه طالبانو او قومي لښکرو یو په بل د درندو او سپکو وسلو بریدونه کړي او داسي ویل کیږي چې ۱۲ طالبان هم وژل شوي دي.د دې خبر تر خپریدو پوري جګړه روانه وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بنگلديش کی بړبوکي مرگ ژوبله واړوله", "output": "میرویس جلالزی رپوټونه واېې چې د سخت توپان اوورسره بړبوکي ( گرد باد) له امله تر اوسه پوري لږ تر لږه 200 تنو په دې هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی . مرگ ژوبله هغه مهال د بنگلدیش د سویلي سیمو اوسیدونکو ته ور واوښته چې یو قوي توپان پیل شو ، لاري کوڅي یې وتړلي او گڼ شمیر وني يې د استوگني په کورونو را ړنګي کړي. م� �امات ویره لري چې د مړو او ټپیانو شمیره به تر دې هم وچته شي .اوس د بنگلدیش په ډیرو جنوبي ښارونو کې بیړنی حالت اعلام شوی او خلگ له خپلو کورنو خوندي ځایونو ته تښتیدلي دي. دا توپان د بنگلدیش په تاریخ کې تر ټولو ډیر خطر ناک بلل شوی دی . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نړۍ وال جال (Internet)د خیر او شر په مېنځ کي", "output": "په دې اوسني وخت کي د تماس وسایلو د تکنالوژي په ب� �کت زیات پرمختګ کړي دی ، د مصنوعي سپوږمیو انکشاف لیدونکو او کتونکو ته ددې وخت او چانس ورکړ چي کله هم و غواړي او زړه یې وي هغه څه وګوري چي هغه ته د کتونکي اړتیا وي ،همداراز ددې تر څنګ یو بل انکشاف چي ټوله نړۍ یې هک پک کړه هغه نړۍ وال جال(Internet) دی چي کاروونکی ته ددې فرصت ورکوي چي په م� �یونونو پاڼي چي د بېلابېلو اهدافو لپاره پلي شوي دي یو بل پسي واړوي کومي چي هم ډېر پراخ ضررونه په بر کي لري او هم د خیر او نېکي بې سرحده معلومات اوچانسونه . او عام وګړي د معمول په شان ددې نوي مېلمنې ټکنالوژي هرکلی کوي په هغوی کي ځیني هغه څ وک دي چي له دې جال ځخه ناوړه ګټه آخلي او ځیني بیا ورځخه د خیر او ښېګڼي افاده او استفاده کوي اوځیني به داسي هم وي چي دواړه اړخونه یې کاروي . هر پوه او هوښیار کتونکی چي کله دا نړۍ وال جال ګوري دا ورته له ورایه څرګندېږي چي دې جال په خپلو پاڼو کي هم زیات زهرجن مواد ذخېره کړي دي چي د انسان دین ، اخلاقو او ارزښتونو ته یو ستر ګواښ دی او هم یې ګټور علمي او پوهنیز معلومات ساتلي دي ، همداراز یې د روزني او تربیې او د عامه اذهانو د تنویر لپاره د هرچا په مخ درڅې پرانستلي دي دي چي کولای شي هم پخپله ورځخه استفاده وکړي او هم انساني ټولني ته د هغه له لاری د بېساري خدمت مصدر وګرځي . هغه څوک چي په وېښتابه او ځیرکتیا له دې جال سره خپل تعامل ساتي هغه په دې پوهېږي چي داجال ډېري زیاتي ګټي او بې شمېره خزانې لري چي کولای شي د سترګو په رپ کي بېله دې چي څه مصارف ځیني وغواړي خپلي څېړني او ګټورمعلومات د کتونکو د استفادې لپاره په کي وړاندي کړي او کولای شي په هغې کي له � �خېره شویو بحثونو او څېړنو ځخه په استفادې سره خپله علمي پانګه غني کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دامریکې ددفاع وزیر افغانستان ته راتلونکی دی.", "output": "لا تراوسه ځینې نا تایید شوي خبرونه وايي چې دامریکې دمتحدو ایالاتو ددفاع وزیر رابرټ ګیټس له افغانستان نه لیدنه کوي نوموړی به له ولسمشر حامد ک� �زي سره وویني او له تروریزم سره جګړه او تړلې نورې موضوعګانې به ورسره ګډې کړي نوموړی دا مهال له سیمې په لیدنه بوخت دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يو افغان وتلى شخصيت په هکله مو خبروو", "output": "افغان وتلى عالم او پوه شخصيت ډاکتر اشرف غني احمدزى غواړي خپل ځان د ملګرو ملتونو د سرمنشى څوکى ته کانديد کړي . ٥٧ کلن افغان او نړيوال سياست پوه اشرف غنى چې د بيروت ، امريکا او نورو نړيوالو پوهنتونو څخه په نړيوالو ، انسان پيږندنې ، مالى او اقتصادي چارو کې د پام وړ لوړې زده کړې لري او د نړۍ د ماليې د وزيرانو غوره لقب يې خپل کړى، د هغو ٧ تنووتلو کسانو په لست کې � �اځي ، چې د ملګرو ملتو د مشرتوب څوکۍ ته يې ځانونه ورپيږندلى دي . له دغو کسانو څخه يوازې يو تن د اروپا او نور ټول د اسيا له وچې څخه دي.د ملګرو ملتونو د اوسني مشر کوفى حنان دنده د روان زيږديز کال تر پايه ختميږي او ټاکل شوې ده ددغه سازمان په ٦١ عمومى ناسته کې هم په دغه موضوع خبري وشي . ډاکتر اشرف غني هغه وتلى ، زړه سوانده عالم او منل شوي او پيږندل شوي نړيوال شخصيت دى ، چې کلونه کلونه يې د دنيا په مشهورو پوهنتونو، نړيوال بانک او نورو نړيوالو چاروکې دندې سرته رسولې دي . د بن له پريکړو وروسته د نوموړى پرله پسې هڅې او منډې وې ، چې د و� �ان اوويجاړ افغانستان او بې وزله افغان ولس له پاره يې د نړيوالې ټولنې پراخه قتصادي او مالي ژمنې تر لاسه کړې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوهغه نوميالي ليكوال چې ويل به يې : . . .", "output": "’په كوركې په ګلكارۍ كې اوپه پوهنځي كې په ګرامركې نښتى يم ‘"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له پاکستاني جیلونو څخه د افغان بنديانو خوشي کيدل", "output": "پاکستانی چارواکو له خپلو يو � �میر زندانونو څخه 104 تنه افغان بنديان آزاد کړل . دا افغانان د قانوني اسنادو د نه درلودو په تور د بلوچستان ایالت په زندانو کې ساتل کيدل .د پاکستان رسمی آژانس وويل چې دا افغانان پرون دچمن په سرحدي سيمه کې افغان چارواکو ته وسپارل شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "دکتور سبا وون یو داستان وایم پوره په زیر او زور دکال دوه زره اتم وه ، اتلسم د دسمبر تلویزیون پر مخ می ولیده تصویر ډیر عجیبه واقعه وه دلپذیر د عراق واکمن ، دبوش سره یو ځای وه چه دستیج لپاسه بوش کاوه تقریر له تالاره دو بوټان پری راگذار شوه یو نا څاپه ئی بوش وویشت په ت� �دیر دا بوټان ، دمنتظر الذایدی وه ژورنالست وه ډیر لایق او بی نظیر ستیج له پاسه بوش بی حده وار خطا وه هک او پک شوه شرمنده او هم حقیر غورځیده او پاڅیده د ستیج لپاسه ښکاریده چه لیونی وی د زنځیر که ټو� �واک د آمریکا یا ټول جهان وی یو ورځ به شی دتور لحد آسیر معجزه د پاک الله وه ، بل څه نه وه چه دی شی دبوش شخصیت خورد او خمیر جوړه کړی بوش د دروغو بهانی وی کشف کړی ئی د نفت ډیری چینی وی الذیدی له بوش نه وکاوه سوالونه په کوم حق دی په عراق کړی ظلمونه تاوران کړی د بغداد ښکلی ښارونه مسجدونه ، لوی لیاری او رغتونونه چه دی وران کړل ټول آباد کلی کورونه په نا حق دی دلته وکړل تعرضونه دبی وزلو بی گناه و ژوند دی واخیست چه دی وکړل په هر لور قتل عامونه په کوم جرم دی شهید صدام حسین کړ څله دومره دی ورپیش کړل عزابونه بیا دده د کورنی کومه گناه وه شهیدان دی کړل یو حای ، د هغه ښځه اولادونه هم دی ورور ،ورته شهیدکړ چه جنرال وه چه کمزوره دعراق شی،ټول ځواکونه آتومی وسله دی جوړه بهانه کړه تا ویل ډیره ده نړی ته خطرونه راته وایه آ تومی سلاح دی څه کړه یا دی غلا کړه،چه قوی د ی شی فوځونه یا دی خرڅه په ما فیا کړه د جهان ولی نشته نه ئی نوم نه ئی نشان بوش ویل،دیموکراسی ځماغوښتون دی ترورست، ځما دښمن دنن پرون دی زه دټول نړی ما لک اوکل اختیار یم سرمایه ځما عزت ځما ژوندون دیَ ما ور کړی آزادی ده هر یوچا ته زما نه په ا وښتون اوراوښتون دی پیدا کړی خدای هر رنگه سلیقی دی آشرا فیت ځما آصلیت ځمامضمون دی که یوروپ،که آسترلیا اوآمریکا دی په آسیا کښی واکمنی ځما جنون دی دا چه ته دومره غږیږی په جرئت دا ثبوت ځم ا د عدل اوقا نون دی الزائدی چه ډیر په قهر اوغضب شو په بوټا نو خپل د بوش په آخ وډب شو دبوش گا� �د وه ډیر بی رحمه بد رفتار آلزا ئدی شو سمدلاسه گرفتار چه کا ته می آلزائدی په ځمکه پروت وه په ځنځیر او � �ولنو کښی، خوار اوزار چه د خپل وطن او خلکو مدا فع وه بیا به ولی وی ، مجرم او گناهگار په عراق کښی با ید شرعه داسلام وی هسی نه چه ئی قانون وی د غدار ډیر آفسوس می دعراق په حا کمیت دی دیهود سره مزدور شو وفا دار غا لمغال او شورماشور وه د تالار آژانسونه وه حاضره بی شمار د حیرت خبره ټوله وه پدی کښی چه د سټیجه،څخه بوش وکړفرار د جهان ژورنالستان وه یو ځای شوی پری خبر شو د دنیا کنج او کنار دا خبر ورسیده تر یو عرب پیسه دار وه، میړنی او هم دین دار په یو نیم ملیون ډالر د امریکا شو حاضر شی د بوټانو خریدار کورنی د الزایدی ته ئی تسلیم کر تول قیمت د دی بوتانو په تلوار په یونیم ملیون دالر د دی تجار کورنی د الزایدی شوه پیسه دار کمپنی چه یی جوړ کړی دا بوټان وه عرب ورکړ فرمایش چه شی تیار په همدی سایز نور بوټان 300 زره چه پری مارک د الزایدی وی معلوم دار منتـــــظر الــــزایــدی د پښـــــــو بوتا ن � �یمتی شو تری آلما س، لعــل او مرجا ن په خفگا ن چه بوش عراق څخه رخصت شو بیا راستون افغانستان ته به ج� �ئت شو استقبا ل ئی د آیساف ځواکونو وکړه دلرزیدلی زړه حالت ئی دطاقت شو بوش بگرام کښی چه ځان په حفا ظت � �و قرنطین بیا د آ ته څلویښت ساعت شو دافغان دولت میلمه په دیر عزت شو نا قرار زړه ئی له سره مرمت شو تول دبوش دشرارت او له بد نیت وه افغانستان چه وران ویجار په دی حالت شو په غضب شو دافغان سیمه او غرونه چه دبوش په دغه خاوره اقامت شو دغازی امان اله مدالی واخیست مدا ل نشود شیطان طوق لعنت شو سباوون ته دیر عجیبه دغه سوال دی چه تروریست ځنگه د ځا ن په شکا یت شو دچا ومنم رښتیا او د چا ومنمه چا ل یوئی ولی په بوټانو ، بل ئی لمانځی په مدال"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د كلتوري يرغل اغيزې پر نورو باندې (دسلطاني لیکنه)", "output": "كلتور (فرهنګ) د توپيرونو يوه م جموعه ده چې هنرونه، كړنې، دودونه، قوانين او فولكور رانغاړي چې د انسان په واسطه په نړۍ كې تر لاسه شوې دي په انسان پيژندنې او ټولنه پيژندنې كې د فرهنګ څخه ډير تعريفونه شوي دي رالف لينتون فرهنګ داسې تعريفوي فرهنك هغه مكتب دى چې د هغه په وسيله د يوې ټولنې غړي (خلک) د هغه ټولنې دود يو نسل څخه بل نسل ته نقل وي چې د خلكو په منځ كې شريك دي بيا ادوارد وايي چې فرهنګ د اړيكو هغه نظام دى چۍ د ټولنې د كړه وړه څخه په خلكو باندې تپل كيږي او په عين حال كې د اړيكو نظام دى چې د ټولنې اړيكې خلكو سره ټينګوي د دغو تعريفونو څخه ورسته ويلى شو چې فرهنګ د انسانانو ټولنيز ميراث دى دوديز كيدلد دود كيدلو خصوصيات په دوه ډوله دي يو دا چې انسان خپل ځان د ټولنې چارو سره سمه وي او په هغه باندې ځان سباله وي او دوهم د طبيعي محيط سره د ځان ب� �ابرول دي او د انسان څخه هر عمل په ټولنه په مستقيم او غير مستقيم ډول تر سره كيږي د ژوند د پايښت لپاره خوراك، څښاك او نورو اوليه موادو ته بدن ډير اړتيا لري خو فرهنګ د يوې ټولنې د خلكو كړه وړه تر څيړنې لاندې نيسي مثلا مقررات، قواعد، دود او فرهنګ د خلكو تر منځ ګډ دي. او له بلې خوا دود او عادات د يو نسل څخه بل نسل ته ځي او د يوې ټولنې زيرمه كيږي معنوي فرهنګ او عادي فرهنګكه مونږ فرهنګ د انسان د كوښښونو په ټولنه باندې ومنو نو فرهنګ په دو ډوله باندې ويشو ۱- مادي فرهنګ غير مادي فرهنګ (معنوي فرهنګ) مادي فرهنګ هغه ټول شيان دي چې د ليد او لمس وړ دي لكه د اوسيدلو ځاى او د ژوند ټول وسايل طياره، موټر ماشين آلات چې مادي و� �ته ويلى شو او ژر په ټولو برخو كې ورڅخه كار اخلو، معنوي فرهنګ لكه ژبه، ادبيات، سياست، فلسفه، عقايد � �وانين دي مادي فرهنګ او غير مادي فرهنګ په يو شكل پرمختګ كولى نشي مادي فرهنګ په چټكه توكه پرمختك كوي ولې غير مادي فرهنګ په چټكه توكه پرمختك كولى نشي معنوي (غير مادي فرهنګ) د ټولنې اصلي فرهنګ دى او همدغه د يوې ټولنې روحي قدرت څرګنده وي او بايد د زړه له كومې كوښښ وكړو تر څو دغه فرهنګ ته وده وركړو په هر فرهنګ كې م ختلف تعريفونه او حقايق موجود دي نو د هغه ځاى څخه چې ژبه د يوې ټولنې اساسي او كليدي درك دى او د هر قام ژبه دوم� �ه ارزښت لري كه هغې ژبې ته پاملرنه ونشي نو هغه قام لمنځه څخه ځي نو ژبه يوې ټولنې ته مادي او معنوي ارزښت لري په بل عبارت تكنالوژي عصر كې فرهنګ ته اوس ډير پاملرنه كيږي چې كاملا علم پورې ټړلى دى. په دې ورستيو كې دا ثابته شوې ده چې د نړۍ پرمختګ په علم او ژبې باندې ولاړ دى او ژبه د پرمختګ اصلي لامل دى نو كه ژبې ته هره ټولنه پاملرنه وكړي نو دا ويلى شو چې هغه ټولنه به تر ډير حده پورې په خپلو پښو باندې ولاړه ټولنه اوسي عام ف� �هنګعام فرهنګ هغه دى چې يوې ټولنې ته ميراث پاتى او د همدې لپاره د انسان فرهنګ د ټولنې سره متمايزكوي او هغه د عام فرهنګ په توګه محاسبه كوي خبرې كول، اند عام فرهنګ دى چې فرهنګي، ټولنيز او اقتصادي ځانګړې كوي.حيواني ټولنې د فرهنګ فاقد دي او فرهنګي سلوك وركې موجود ندى نو دا انسان دى چې د فرهنګ خاوند او د فرهنګ د ودې اصلي مخكښن دى خاص فرهنګخاص فرهنګ هغه فرهنګ ته ويلى شو چې يوې ټولنې ته په ميراث پاتې وي چې په محدوده د جغرافيوي او ايدئولوژيكي پورې تړلې وي مثلا، افغاني فرهنګ چې په لومړي سر كې د افغانستان په سيمه او بيا ورسته ځينو نو� �و هيوادونو ته خپره شوه فرهنګ منل فرهنګ منل په دوه ډوله ويشل كيږي ۱- يو خوائيزه (يو طرفه) ۲ – دوه خوائيزه ( دوه طرفه)فرهنګ منل يو طرفه د كوچنيانو پورې اړه لري او په همدغه خاطر يو خوائيزه ورته ويلى شو كوچنيان يوازې د خپلې ټولنې او خپلې كورنۍ هغه ژبه چې په كور كې ويل كيږي زده كوي او هغه ژبه نسبت نورو ژبو ته ورته آسانه اوښه وي او د خپلو ملګرو په منځ كې خپله ژبه باندې تر ډيره حده پورې په خبروكولو حاكم اوسي او كه انسان په خپله ژبه باندې ليك او لوست وكړي درس ووايي نو په راتلونكې كې يو ستر شخصيت ورڅخه جوړيږي دا په نړۍ كې ثابته شوې چې په خپله ژبه ليك او لوست داسې دى لكه زر .په يو خوائيزه فرهنګ منلو كې ماشوم يوازې خپل كورنۍ او هغه ټولنې سره كار لري چې په خپله ژبه خبرې كوي او خپله ژبه ورته اسانه ده د نورو ژبو سره سر او كار نلري د دوه خوائيزه كلتور منلد نورو ژبو فرهنګ دى او په رښتيا چې ډير تفاوت هم لري كه انسان غواړي چې په بله ژبه زده كړې وكړي نو داسې زده كولۍ نشي لكه چې خپله مورنې ژبه باندې زده كړې كوي. او بله ژبه باندې انسان كولى نشي خپل تولنيز ژوند ته پرمختګ وركړي او تل به د پرمختګ مخه ورڅخه نيول كيږينو بايد كوښښ وشي چې د پوهنې او � �وړو زده كړو په برخو كې په مورنۍ ژبه باندې سبق وكړو چې دا د يو هيواد د پرمختګ لپاره ډير ارزښت لري او هغه هيواد د بډائنې او لوړ والى خواته بيائي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په قرآن عظیم الشان کې له ریاضې اړخه یوشمېر معجزې", "output": "لیکونکی هارون یحیی دکلمو تکرار دریاضی له نظره ډېرې معجزې په پاک قرآن کې شته ، چې ډیرې بېلګې یی لیدل کېږی اوپه یو شمېر ویی پوهان پوه شوی. یوه له دغو بېلګوځنې دځینو مشخصوکلمو حیرانوونکی تکراردی چې په لاندې توګه یی یادونه کېږی: · اووه آسمانونه په قرآن کې اووه ځلې یادشوی اودآسمانونو پیدایښت هم اووه ځلې یادشوی. · دورځې کلمه (يوم) ۳۶۵ ځلې په مفرده توګه اود ورځوکلمه په جمعې ډول (ايام) ۳۰ ځلې یاده شوې . دمیاشتې کلمه دوولس ځلې یاده شوی .· دکرلوکلمه او دونې کلمه ه� �یوه ۲۶ ځلې یاده شوې. · دمکافات کلمه ۱۱۷ ځلې اودبخښلوکلمه ۲۳۴ ځلې چې دمکافاتو دوه برابره کېږی یاده شوې. · دووایه کلمه اوووایی هریو ۳۳۲ ځلې یاده شوې. · ددنیا کلمه او آخرت کلمه هریوه په مساوی ډول ۱۱۵ ځلې یاده شوې. · دشیطان کلمه اوم� �اییکې کلمه هریوه ۸۸ ځلې یاده شوې. · دایمان اوکفر کلمه هریوه ۲۵ ځلې یاده شوې. · د دوزخ او جنت کلمې هریوه ۷۷ ځلې یاده شوې.· دذکات اوبرکات کلمه هریوه ۳۲ ځلې یاده شوې. · دنیکو خلکو (ابرار) اوبدو(فجار) کلمې هریو درې درې ځلې یادې � �وی.· د تاوده اوړی اوساړه ژمی کلمې هره یوه په مساوی توګه ۵ ځلې یادې شوی. · دخمراونشې کلمې هریوه ۶ ځلې یادې شوی. · دپوهېدواوروښنایی کلمې هریو په مساوی توګه ۴۹ وارې یادې شوی. · دوعظ اوژبې کلمې هریوه ۲۵ ځلې یادې � �وی.· دسود اوفساد کلمې هریوه ۵۰ ځلې یادې شوی. · داجر اوفعل کلمې ه� �یوه۱۰۷ ځلې یادې شوی.· دمحبت اواطاعت کلمې هریوه ۸۳ ځلې یادې شوی، · دتګلوری یا مسیر اوابداً کلمې هریوه ۲۸ ځلې یادې شوی.· دمصیبت اوشکر کلیمی هریوه ۷۵ ځلې یادې شوی. · دشمس اونور کلمې هریوه ۳۳ ځلې یادې � �وی.· دلارښوونې کلمې اودرحمت کلمې په مساوی توګه هریوه ۷۹ ځلې یادې � �وی.· دستونزو کلمه اودآرامښت کلمه هریوه ۱۳ ځلې یاده شوې. · دښځې اونر کلمه هریوه ۲۳ ځلې یادې شوې چې دواړه ۴۶ کېږی. · دنارینه (هګې) اودښځې (چر) هریو یواځې ۲۳ کروموزومه لری کله چې سره یوځای شی ۴۶ کروموزمه لری .· دخیانت اوخبیث کلمه هریوه ۱۶ ځلې یاده شوې. · دبشر اوانسان کلمه ۶۵ ځلې اودانسان دپراختیا پړاوونه هم ۶۵ کېږی . تراب یا خاوری ۱۷ ځلې، نطفه ۱۲ ځلې ،علق ۶ ځلې ، اولحم یا غوښه ۱۲ ځلې چې ټول ۶۵ ځلې کېږی یادشوی. · دصلوات یا لمانځه کلمه ۵ ځلې یاده شوې چې په شپه اوورځ کې پنځه ځلې لمونځ هم فرض دی. د ځمکې د وچې او اوبو انډو� �د( بر) یا وچې کلمه ۱۳ ځلې او(بحر)۳۲ ځلې یاده شوې چې ټول ۴۵ کېږی او که دهغو فیصدی وشمېرو دځمکې ۲۸ اعشاریه ۸ په سلوکې وچه ده او ۷۱اعشاریه ۱ په سلوکې اوبه دی، دحیرانتیا خبر داده چې په همدې انډول وچه اوسمندر دځمکې پرمخ شته. په قرآن کې د نولس عدد معجزهبله معجزه په قرآن کې د۱۹ عدد معجزه ده په لاندې آیت کې پردې عدد ټینګارشوی. اوپرهغه نولس تنه ګمارل شوی دی (المدثر ۳۰). · بسم الله الرحمن الرحيم له نولسو تورو جوړشوی. · قرآن ۱۱۴ سورې يعنى (19×6) لری. · لومړنۍ سوره چې نازله شوې ۹۶ سوره ده چې دقرآن له پایه دپیل لو� �ته تردې سورې پورې ۱۹ سورې کېږی. · لومړی ځل دشپږنوی یمې سورې لومړنۍ پنځه آیتونه نازل شوی چې دعلق سوره ده . دغه آیتونه ۱۹ کلمې لری. اقرا باسم ربک الذى خلق * خلق الانسان من علق * اقرا و ربک الاک� �م * ۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ ۷ ۸ ۹ ۱۰ ۱۱ ۱۲الذى علم بالقلم * علم الانسان ما لم يعلم * ۱۳ ۱۴ ۱۵ ۱۶ ۱۷ ۱۸ ۱۹څه ډول مو چې ولیدل دغه پنځه آیتونه ۱۹ کلمې لری .د (و، د، ب) توری کلمه نه شمېرل کېږی نوځکه نه دی شمېرل شوی.دقران لومړنۍ سوره یعنې دع� �ق سوره ۱۹ آیتونه لری اوټول ۲۸۵ توری لری چې (19×15) کېږی. · دقرآن وروستی سوره یعنې نصر ټول نولس کلمې لری.· دنصرلومړنۍ آیت اذاجاء نصر الله و الفتح له نولسو تورو جوړشوی.· بسم الله الرحمن الرحيم ۱۱۴ ځلې يعنى (19×6) په قرآن کې یاد شوی .دقر� �ن ۱۱۳ سورې په بسم الله الرحمن الرحيم پیل شوی اویواځې یوه سوره دتوبې په خپل پیل کې بسم الله الرحمن الرحيم نه لری. پرځای یی دنمل سوره کې دوه ځلې بسم الله الرحمن الرحيم شته. یو ځل دسورې په پیل کې بیا په ۳۵ آیت کې په زړه پورې داده که چېری دتوبې له سورې نه دنمل ترسورې پورې وشمېرو دنمل سوره نولسمه کېږی. · که دنمل دسورې شمېره چې ۲۷ ده دهغه آیت له شمېرې سره چې په هغه کې بسم الله الرحمن الرحيم راغلی یعنې ۳۰ آیت سره جمع کړو ۵۷ (19×3) به لاس راځی. · دتوبې له سورې نه دنمل ترسورې پورې دشمېرو مجموعه ۳۴۲ (19×18) . (۹+۱۰+۱۱+۱۲+۱۳+۱۴+۱۵+۱۶+۱۷+۱۸+۱۹+۲۰+۲۱+۲۲+۲۳+۲۴+۲۵+۲۶+۲۷+۳۴۲) · د الله (ج) دنامه مجموعه په ټولو آیتونو کې چې شمېره یی پر۱۹ پوره ویشل کېږی � �که ۱۹، ۳۸، ۵۷، ۷۶ و غيره) ۱۳۳ کېږی يعنى (19×7). · دیونس ،هود، يوسف، ابراهيم، ا� �حجر دسورې لومړی کلمه الر ده. ددغو تورو دشمېرمجموعه (الف، لام و را) په دې سورو کې داسې ده: ۲۴۸۹ (19×131)، ۲۴۸۹(131×19)، ۲۳۷۵(19×125)، ۱۱۹۷(19×63) او ۹۱۲(۴۸×۱۹). · دپیل دتوروشمېر یعنی ا� �ف، لام، ميم او را مجموعه ۱۴۸۲(19×78) ځلې ده. الف ۶۰۵ ځلې، لام ۴۸۰ ځلې، ميم ۲۶۰ ځلې او را ۱۳۷ ځې راغلی. · د قاف، حا، يا، عين او صاد توری یواځې دقرآن په یوه سوره کې راغلی . په دې سوره کې ق ۱۳۷ ځلې، ح ۱۷۵ ځلې، ى ۳۴۳ ځلې، ع ۱۱۷ ځلې ا و ص ۲۶ ځلې راغلی. چې مجموعه یی ۷۹۸ (19×42) کېږی. · د واحد ارزښت په مانا دیوه ۱۹ عدد دی. دغه کلمې له نوروبېلابېلو کلموسره په قرآن کې کاردیدلې خو دالله له کلمې سره ۱۹ ځلې یادشوی. و ا ح د ۶ ۱ ۸ ۴· دهغو سورو اوآیتونو دشمېرې مجموعه چې د واحد کلمه نولس ځلې په کې واقع شوې ۳۶۱ (19×19) دی. · د وحده، عربی کلمه یعنې یواځې د الله بنده ګې وکړه په ۷۰آیت ، د ۷ سورې ۴۵ آیت د ۳۹ سورې، ۱۲ آیت ۴۰ سورې، ۸۴ آیت د ۴۰ سورې او ۴ آیت د۶۰ سورې یاده شوې ده. ددغو عددونو مجموعه ۳۶۱ (19×19) کیږی. · دآیتونو شمېر له لومړنیو م� �طعاتو تورو (الم دبقرې دسورې په پیل کې) تر وروستیو (ن د القلم په سوره کې) ۵۲۶۳ (19×277) دی. ددې دواړوسورو په مینځ کې ۳۸ (19×2) سورې چې د مقطعاتو توری نه لری شته. درحمن کلمه ۵۷ ځلې (۱۹×۳) په قرآن کې شته. · دیرش بېلابېل عددونه په قرآن کې یادشوی چې ټولګه یی (19×8534) کېږی. ۱+۲+۳+۴+۵+۶+۷ +۸+۹+۱۰+۱۱+۱۲+۱۳+۱۴+۱۵+۱۶+۱۷+۱۸+۱۹+۲۰+۳۰+۴۰+۵۰+۶۰+۷۰+۸۰+۹۹+۱۰۰+۲۰۰+۳۰۰+۱۰۰۰+۲۰۰۰+۳۰۰۰+۵۰۰۰+۵۰۰۰۰+۱۰۰۰۰۰=۱۶۲۱� �۶ (۸۵۳۴× ۱۹) · برسېره پردې دیرش عددونو په قرآن کې اته کسری عددونه هم یادشوی (۲/۱، ۱۰/۱، ۸/۱، ۶/۱، ۵/۱، ۴/۱، ۳/۱، ۳/۲) يعنی ټول عددونه ۳۸ (۱۹x۲) کېږی. · لومړنۍ سوره چې ۱۹ آیتونه لری دانفطار سوره ده چې دالله په کلمې پای ته رسېږی . اودا دپای له لوری نولسمه دالله کلمه ده. د ق سوره ۵۷ دق توری لری یعنی(۱۹×۳) دی. دغه راز دشوری سوره هم چې دق په مقطعه پیلېږی ۵۷ دق توری لری چې بیاهم (۱۹× ۳) کېږی. · د ق سوره چې پنځوسمه سوره ده او ۴۵ آیتونه لری ، نو مجم وعه یی ۹۵ (۱۹×۵) کېږی. · د شوری سوره چې دوڅلویښتمه سوره ده ا و ۵۳ آيتونه لری چې تو� �ګه یی بیاهم ۹۵ یعنی (۵×۱۹ ) کېږی. · د مجيد کلمه چې د ق سورې په لومړنی آیت کې راغلی دابجد له نظره ۵۷ کېږی اوپه دې سوره کې دق توری ۷۵ ځلې راغلی چې ۵۷ هم معادل دی له (۱۹×۳) کېږی. · په قرآن شریف کې دق توری مجموعه ۷۹۸ کېږی چې مساوی دی له (۱۹× ۴۲) کېږی او دق سوره ۴۲ سوره ده چې دمقطعاتو توری په کې راغلی. · ن دقلم سورې په سره کې راغلی چې ټول � �۳۳ (۱۹× ۷) عدده ن په دې سوره کې شته .· د (ی) او (س) توری دیس سورې په سرکې راغلی . س په دې سوره کې ۴۸ ځلې او د ی توری ۲۳۷ ځلې راغلی چې ددواړو مجموعه مساوی ده له ۲۸۵سره یعنی(۱۹× ۱۵) . · د الم دمقطعاتو توری دشپږو سورو په سرکې راغلی . په البقره، ال عمران، العنکبوت، ا� �روم، لقمان او السجده کې. د الف دتوری شمیر دلام اومیم هریو په دې سوره کې د۱۹ ضریب دی . ددغو تورو ټولګه په دغو سورو کې ، ۱۹۸۷۴ (۱۹×۱۰۴۶) کېږی. ۹۸۹۹ (۱۹×521)، ۵۶۶۲ (۱۹× 298)، ۱۶۷۲ (۱۹×88)، ۱۲۵۴ (۱۹× 66) و ۸۱۷ (۱۹×43) · کله چې دهغو سورو دآیتونو شمېر چې ضریب یی۱۹ کېږی له بسم الله سره جمع کړو لاندې عدد ترلاسه کېږی. ۱۹× ۱ نولسمه سوره یا دمریم سوره ۹۹ آيتونه ۱۹× ۲سوره ۳۸ يا ص ۸۹ آيتونه ۱۹× ۳، ۵۷ سوره يا حديد ۳۰ آيتونه ۱۹× ۴سوره ۱۱۴ يا ناس ۷ آيتونه چې ددې سورتونو دآیتونو شمېر ۲۶۶ (۱۹× 14) کېږی.· دفرمان یوسه کلمه نولس ځلې . · د عبد، عابد او اعبدو کلمې مجموعا ۱۹۲ = 19. 8) ځلې یادې شوی. · د الله نوم الواحد دابجد له نظره ۱۹ دی. · الجامع نوم دابجد له نظره ۱۱۴ (۱۹×۶) دی. ۱۹یوخارق العاده عدد: نولس د۹ او۱۰ په توان دیو مجموعه ده . د۹ او۱۰ په توان د ۲ مېنځ کې توپیر هم ۱۹ کېږی . ۱۹ ۹+۱� � ۱۰۱۱۹ ۸۱-۱۰� � ۱۰۲ · لمر، سپوږمۍ اوځمکه وروسته له هرو ۱۹ کلونو دیوې مستقیمې کرښې په سر واقع کېږی. · دهالی لکۍ لرونکی ستوری وروسته له ۷۶ کلونو یعنې (۱۹×۴ ) له شمسی یالمریز نظام څخه تېریږی. · دانسان بدن ۲۰۹ ( ۱۱×۱۹ ) هډوکی لری.· دانسان لاس ۱۹ هډوکی لری ( پرته دلاس له بنده)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له دلفين سره د يوې انګريزې ميرمنې واده وشو .", "output": "٤١ کلنې انګريزى ميرمنې شارن تيندلر له ٣٥ کلن دلفين سره چې سينډى نوميږى د اسرائيلو د غټو کبانو(دلفينانو) په يو روزنيز مرکز کې د واده مراسم د يو لوى جميعت په وړاندې تر سره کړل .د واده په دې مراسمو کې زوم ناوې ته ګوتې ور په ګوته نه کړه خو ناوې يو لوى کب د دزوم په خوله کې ورکړ .دلفين يو بحري حيوان دى چې ځينې ورته غټ کب هم وايى .دلفينان له انسانو سره ډير زر روږدى کيږى . دغه ميرمن چې د راګ موزيک جوړه ونکې او دډيرو شتمنيو خاونده ده وايې ،چې ١٥ کاله کيږى له دغه سپين دلفين سره مينه لري .د اسرائيلو دقانون ا ومذهبى قوانينو له مخې دا ډول ودونه جواز نه لري ، خو دا لا نه ده څرګنده چې دغې ميرمنې له کومې لارې او څه ډول له دلفين سره د خپلې کوږدې اجازه تر لاسه کړې ده . په نړۍ کې دا لومړۍ ځل دى چې يوه ميرمن له يو حيوان سره واده کوي .انګريزې ميرمن چې اوس په اسرائيلو کې ژوند کوى ددغه واده څخه ډيره خوشاله او راضى بريښيده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستان : د جنوبي وزيرستان سيمه له مشکوکو ترهګرو کابو پاکه شوې", "output": "یوجگ پوړی پاکستانی پوځي وائې دجنوبي وزیرستان سیمه ئې له مشکوکوطالبا نو اودهغوی دملاتړیوالقاعده جنگیالو له وجوده کابوپاکه کړې . جنرال نیازمحمدخان خټک په دې سربیره پرون خبریالانوته وویل په سیمه کی به ترسلونور زیات جنگیالې نه ئې پاته چي هغه هم په وړو وړو ډلگیوویشل شویدي دپاکستان دپوځ دې جنرال چي دجنوبي وزیرستان دشیکي په سیمه کي ئې خبري کولې وویل دتیرکال دکب له میاشتي چي په جنوبي وزیرستان کي ددوی د پوځ عملیات پیل شوي دڅه باندي سل کسه بهرنیانوپه گډون شاوخوا درې سوه ملیشې وژل سوي او ټولي خزیې ئې له منځه وړل شوی دي جنرال نیازخټک ددې کلنوعملیاتوپه ترځ کي د دونیم سوه پاکستاني عسکرود وژل کیدوپخلی هم وکړ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو دوه ښوونځي او يوبانګ وسوځول", "output": "دغه ښوونځي او بانګ نن دپاكستان دسرحد ايالت دټانګ په نامه سيمه كې سوځولي شوي دي. دټانګ سيمه ايز امنيتي چارواكو وويل:طالبانو دښونځيو او بانك دسوځيدو سربيره پر پاكستاني امنيتې پوستو هم بريد كړى چې په ترڅ ديو مليشه په كډون دوه تنه عام وكړي هم وژل شوي دي.همدارنګه دبريد په ترڅ كې دټانك دسيمې بريښنايي سيسټم هم يوڅه ناڅه ويجاړ شوى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمخالفینوسره پخلاینه باید حقوقي اړخونه ولري", "output": "داچې اوس د ډیموکراسۍ عالمبرداران دې ته اړ شوي چې د افغانستان د مسلې دحل لپاره باید د افغان دولت ټولو مخالفیونو سره خبرې اترې وشي او دا یې قبوله کړې چې افغانستان کې د زور او ځواک استعمالول یوه ناکامه هڅه ده نو که اول او یا اخر باید د افغان دولت له ټولو وسله والو مخالفینو سره مذاکرات وشي او دېته قانع کړای شي چې له جګړې لاس واخلي .نو په همدې اساس نړیوالې ټولنې په لندن کې د افغانستان د کشالې د حل لپاره هلې ځلې روانې دي ولې له بلې خوا دنوموړو هلو ځلو په مقابل کې وسله والو مخالیفینو پلازمینه کابل او دهیواد نورو سیمو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې وړمه ورځ کابل یو ځل بیا د یو ځانمرګي برید شاهد وه .د حقوقی نګاه څخه نړیوالې ټولنې د افغانستان د سرنوشت په ټاکلو کې یو لړ اشتباهات درلودل او اوس خپله دېته اړ شوي چې وسله وال مخالفین د سولې ټغر ته راوبولي او روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي .په سیاسی بدلولونو نو کې هغه که په هرځای او هرو ټولنوکې وی داسې یو لړ نو رمونه او اوصول رعایت شي چې مخکیني رژیم یعنی هغه رژيم چې ماته یې خوړلې له پامه ونه غورځول شي او په سیاسي چوکاټ کې باید ورته برخه ورکړل شي . اما کله چې افغانستان کې د طالبانو رژيم نسکور شو او پرځای یې نړیوالې ټولنې د طالبانو مخاصمې سیاسي ډلې د واک ګدۍ ته ورسولې او دبن په کنفرانس کې یې هغه مخالیفین چې د طالبانو سره په مخامخ ډول جنګېدل واک ته ورسول او په عین زمان کې یې طالبان له نظره وغورځول او غوږونه یې ورباندې کاڼه واچول چې د افغانستان د سرنوشت په ټاکلو کې نړیوالو یوه لویه خلا رامنځ ته کړه چې نړیوال او س خپلو اشتباهاتو ته متوجه شول او نارې سورې وهي چې باید د وسله والو سره چې له هرې لارې ممکنه وي خبرې اترې وشي .د موًقتې ادارې اوانتقالي ادارې په جریان کې وسله وال مخالیفین دومره پیاوړي نه ول ، علت به یې دا وه چې خپل ځانونه به یې سمبالو ل او یا کیدای شي چې سره یو شوي نه ول اما دوخت په تېر یدو سره وسله والو مخالیفین پیاوړي شول او نن ورځ نږدې ده چې دهیواد پلازمینه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي . خبره رانه اوږده نه شي راځم خپلې موضو ع ته هغه داچې نړیواله ټولنه غواړي د روان کال د سلواغې پر اتمه په لندن کې یو نړیوال کنفرانس دایر کړي چې د نړۍ د پنځوسو هیوادنو څخه زیات مشران په کې ګډون کوي او د کنفرانس اصلي اجنډا هم د وسله والو مخالیفینو سره خبرو اترو او د خارجیانو په اصطلاح Reconciliation ته ځانګړې شوې اما دا چې نوموړی کنفرانس به په څومره حقوقي اړخونو ولاړ کنفرانس وي دا بېله موضوع ده ولې دلته یو څو ټکي لازم بولم چې تاسو درنو لوستونکوته یې وړاندې کړم.1) دا چې هر افغان د اساسي قانون له مخې حق لري چې په خپل هیواد کې ژوند وکړي نو نړیوال باید دا حق ټولو افغانانو ته ورکړي چې په افغانستان کې باید هر افغان په ازاده توګه ژوند وکړي ، لدې نقطې څخه مې یادونه دا ده چې په او س مهال کې په افغانستان کې هر افغان چې په هر نوم سره وژل کیږي په بېګناه توګه وژل کیږي او د پردۍ جګړۍ ښکار دی نو باید نړیوال د افغان دولت ټولو وسله والو مخالیفینو ته بیدون له قید او شرط څخه دا حق ورکړي چې په خپل هیواد کې په خپلواکه او ازاد ډول ژوند وکړي .2) دا چې افغان دولت او نړیواله ټولنه غواړي چې وسله وال مخالیفین د پيسو او مادی امتیازاتو له لارې خپل کړي او د سولې له بهیر سره یې یو ځای کړي ، نوموړې نظریه په مطلق ډول د حقوقی پوښتنې لاندې راځي او د هیڅ حقوقی نورم سره تطابق نه لري ځکه وسله وال مخالیفین د یوې عقیدې په اساس جګړه کوي او عقیده هیڅ کله په هیڅ قیمت د پیسو په مقابل کې نه پلورل کیږي ، بله دا چې دنوموړې طرحې عملي کیدل د امکان څخه لیرې خبره ده هغه داچې دولت او نړیوال به په لوی لاس یو تعداد افغانان د ېته وهڅوي چې وسله پورته کړي او ځانونه د وسله والو مخالیفینو په لیکو کې ودروي او نړیوالوته وښایی چې دوی هم ددولت وسله وال مخالیفین دی او غواړي چې له دولت سره یو ځای شي او په دې پلمه به یو څه مادی امتیازات ترلاسه کړي نو افغان دولت او نړیوال دوستان یې باید د ې نقطې ته متوجه شي چې وسله وال مخالیفین باید د یوې عقیدوی مفکوې له لارې خپل کړای شي نه د پیسو او کورونو په مقابل کې .3) دواړه لوري یو بل ته خپل شرایط وړاندې کوي ، اصلا َ شرایط داسې وړاندې شوې خبرې ته وایی چې انساني فکر ته قابل د منلو وي ، اما داچې د پخلاینې لپاره دواړه ډلې هم افغان دولت او وسله مخالیفین داسې شرایط وړاندې کو ي چې یو بل ته د قناعت وړ نه وي د داسې شرایطو وړاندې کول د پخلاینې پروسه تر حقوقي پوښتنې لاندې راولي نو ددې لپاره چې که واقعاُ دوی غواړي سوله وکړي نو باید شرایط یو بل ته وړاندې کړي چې یودبل ذهنیت ته قابل د منلو وي نه داسې شرایط چې د امکان تر جده په لیرې فاصله کې وي .4) داچې جګړه پر افغا ن ولس یو ه تپل شو ې بیرونۍ جګړه ده نو باید سوله او پخلاینه د افغان ولس له ادرس او د افغانانو پرمټ ترسره شي چې دا هم په خپله ځای کې یو حقوقي ارزښت لري ، ځکه بهرنیان د افغانانو په رواجونو او ژبه نه پوهیږي ولې نړیوال یوازې د سولې او پخلاینې د ترسره کېدو لپاره زمینه برابرولی شي .5) دا چې له یو لوري د سولې او روغې جوړې خبرو باندې په نړیواله کچه نړیوالې غونډې دایریږي او له بل لوري دواړه لوري افغان دولت او وسله وال مخالیفین په توده جګړه بوخت دي او یو بل ته د درنو او ښتو ځاني او مالي زیانونو ادعاوې کوي چې د دواړو لوریو ادعاوې د سولې پربهیر ناوړه اغېزه لري او د افغان ولس ذهنیت د نا امیدۍ کندې پرلور بیايی نو باید مخکې له دې چې خبرې اترې پیل شي باید یو لړ میکانیزمونه او پرنسیپونه د دواړو لوریو څخه رعایت شي تر څو دواړه لوري په خپلو منځونو کې اوربند وکړي او د خبرو اترو لپاره زمینه مساعده شي نه دا چې له یوې خوا د سولې او روغې جوړې خبرې کیږي اوله بل لوري یوبل ته د راکټ او اور په خوله ځوابونه وايي .6) ملګرو ملتونو او امریکایانو د Black List of the Terrorism په نوم د افغان دولت له مخالیفینو څخه یو لست جوړ کړی ، دا چې تور لسټ باید څوک جوړکړي او څه ډول کسان باید په تورلست کې شامل وی دا باید افغان ولس تصمیم ونیسي . اما دا چې د بهرنیو کړیو لخوا داسې تور لسټونه جوړیږي دا هم د حقوقی نورمونو سره په ټکر کې راځي . ځکه نوموړی تور لست افغانانو ته هیڅ د منلو وړ نه دی او په دې تور لست کې داسې عناصر شته چې تر شا ټینګ افغاني ملاتړ لري نو باید نوموړی لسټ په ټولیز ه توګه لغوه شي او شاملو ټولو عناصروته باید یو ه عمومي عفوه وشي تر څو مخالیفین پوه شي چې په ريښتني ډول د سولې لپاره لاره هواره شوې . نه داسې چې د یو لوري امریکایان او ملګري یې تورلسټ ډنګوي او بلې خوا ورته زارۍ کوي چې خیر دی اوس وسله کیږده او دولت سره یو ځای شه . په هر حال افغانستان اوس مهال یو طلایي چانس تر ګوتو کړی او کولای شي چې خپل هیواد په خپله اباد کړي او دسولې اوبه د هیواد هر ګوټ ته ورسوي ، دا چې ددې تر څنګ ډیری داسې خبرې شته چې باید غوراو څیړنه ورباندې وشي تر څو د سولې او پخلاینې بهیر حقوقي شکل ځان ته خپل کړي او تر پوښتنې لاندې رانشي نو زما غوندې کمزوری او ناتوانه لیکوال دپاره به دا ډیره ستونزمه وي چې غور او بحث ورباندې وکړم.یو ځل بیا وایم چې الله (ج) دې وکړي نوموړی کنفرانس په افغانستان کې دسولې زیری راوړی او افغانان تل تر تله په سوله او د خوښۍ په شیبو کې په خپلواکه توګه ژوند وکړي . ننګرهار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جنګ ځپلو کور", "output": "د ا د جنګ ځپلو ا فغا نا نو کو رد ا د کونډ و رنډ و يتيما نو کو رزموږ څخه جنګ ژو ند وا خيست د ا د د ر بد رو بې و زلا نو کور نور با يد خرا ب نشي نور با يد خرا ب نشي دلته د نا خوا لوڅخه غرونه جوړدلته دسرووينو څخه رودونه جوړدلته جوړتيا نشته ټول ناروغه ديد ا دی د نا روغو بې د رمانوکور نو ر با يد خرا ب نشي نو ر با يد خرا ب نشيجنګهرڅه راڅخه واخيستلپه جنګجنګنه پرېږدي تکيه لري پرجنګد لته وينې چي هرڅه کنډ وکپرديد ا د ی د بې و سو نا تو ا نو کور نو ر با يد خرا ب نشي نو ر با يد خرا ب نشيموږ د د رو لسيزوجنګ تبا ه کړوپه نفا ق ا و بد بختي ېې مبتلا کړوورور وژنه لا روا نه د ه تر اوسهد ا د ی د بې کوروکا رګرا نوکور نو ر با يد خرا ب نشي نو ر با يد خرا ب نشيچا تپلئ دی پرموږ با ندي داجنګ کوروکلي مو په و ينو شوله رنګد ا غميزي به تر څو وي لاروانيد ا د ی د بې مځکو بزګرانوکو ر نور با يد خرا ب نشي نو ربا يد خرا ب نشينه کوچيانله جنګه پاته پرکنارشوه نه وتلي ما لداران بيرته پرلارشوهچوپا نا ن سپينورموسره نه راغلهد ا دی د بې ما له مالد ا رانو کور نور با يد خراب نشي نور با يد خراب نشيد ښو په نوم غربت نشو را پا تهد سولي پرځا یجنګ شوراته پا تهفاروق د سوله ا يزژوند پلويکړیچيېې ووينمه جوړد مظلومانوکور نور با يد خرا ب نشي نور با يد خرا ب نشي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کښي په امريکايي اډه وسلوال بريد وشو", "output": "میرویس جلالزی په افغانستان کښئ د امريکا د پوځ يو بيان چه د پنجشنبه په ورځ خپور شو کاږي بريده تيره شپه رامنځ ته شو. په دي بريد کښئ چه څه باندي دوه ساعته يي دوام درلود د دوو بهرنيو او ١٣ تنو بريدکونکو د وژل کيدا خبر ورکړ شوي ده. امريکايي ځواکونه وايي په دي بريد کښئ د دوي يو سرتيري وژل شوي او د بل بهرني وژل شوي سرتيري هويت ندي ښودل شوي. له بل لوري د طالبانو يو وياند خبري رسنيوته ويلي چه له دي بريد سره سم د دوي پسرلني بريدونه پيل شوي او وايي چه په دي جګړه کښئ ٢٢ تنه له مينځه تللي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سنګين كې چاودني مرګ ژوبله اړولې", "output": "دهلمند په سنګين ولسوالۍ كې يوې بمي چاودني افغان سرتيرو اوولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ، ځايي چارواكي وايي چاودنه هغه مهال دپوليسو پريوه موټر وشوه چي له بازار څخه يي ولسوالۍ ته ډوډۍ راوړل . دسنګين ولسوال حاجي عزت الله وويل چي دچاودني په پايله كې يوپوليس اويو كوچنى ووژل شو او لس تنه نور ټپيان شول طالبان وايي چي بم ددوي لخوا ښخ كړل شوي وو اوادعاكوي چي ټوله مرګ ژوبله وافغان سرتيروته اوښتې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن", "output": "نن محمد صدیق پسرلی څو پرونۍ تجربېڅو د صبا انديښنې راغلي زما په زړه را ټولې شولېڅوک مې پرون ته بیایې څوک مې صبا ته بوليتر منځ مې نن راڅخه هیره شوله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صدام بايد په ډير لنډ وخت کې اعدام شى .", "output": "دعراق د ولسمشر مرستيال عادل عبدالمهدىله يوې انګريزىاونيزې سانډى ټايم سره په مرکه کې ويلى چې صدام پايد په ډير لنډ وخت کې اعدام شى .دى وايى دعراق د پخوانى رئيس گڼ شمير جنايتونه او دايران سره په جګړه کې په خپلو خلکو باندې ظلم د دې ښکارندوى دى چې صدام پرته له محاکمې بايد اعدام شي.د عراق د ولسمشر مرستيال د شيعه ګانو له منځلارو شخصيتونو څخه گڼل کيږى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان د لسګونو امريکايانو د وژلو ادعا کوي", "output": "طالب جنګياليو منلې چې پرون مازديګر د ا� �زګان مرکز ترينګوټ ښار ته نيږدې د درويشانو په ناوه سيمه کې يې له امريکايي پوځونو سره په مخامخ او سخته جګړه کې ٥ تنه طالبان وژل شوي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . يو طالب وياند ډاکتر حنيف ادعا وکړه چې د جګړې پر مهال يې � �٥ تنه امريکايي عسکر وژلي او ددښمن ٤ محاربوي ټانګونه يې له مينځه وړي دي . ناټو بيا د يوې اعلاميې په خپرولو س� �ه ويلي چې د جګړې پر مهال يې ٥٥ تنه وسله وال طالبان وژلي دي . همدا شان طالب وياند ادعا وکړه چې تيره ورځ يې د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د پښې بند سيمه کې د يو کمين په ترځ کې ٤ تنه افغان دولتي عسکر وژلي دي . نوموړي ادعا کړې چې تير ماسپښين يې د پکتيکا ولايت د ډيلي ولسوالۍ په لواړګي سيمه کې د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله د امريکايانو يو محاربوي ټانګ له مينځه وړى دي . په بريد کې د نوموړي په وينا ٦ تنه امريکايي عسکر وژل شوي دي . طالب وياند دا هم ويلي چې د تيرې جمعې په ورځ طالب جنګياليو د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د برينجو په کلي کې د امريکايي پوځونو په کاروان وسله وال بريد کړى چې له امله يې د وياند په ادعا يو ټانګ سوى او په کې سپاره پو ځيان وژل شوي . وياند منلې چې په بريد کې يو طالب مړ او يو بل ټپي شوى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بنګلدیش کې نوی تاج محل جوړیږي(رپوټ)", "output": "بنګلدیش کې نوی تاج محل جوړیږي(رپوټ) د بنګلدیش په هیواد کې به د هند د تاج محل د ماڼۍ په څيرکټ مټ یوه ماڼۍ جوړه شي. د دغې تاج محل جوړول به شپږ کاله وخت ونیسي او پکې به له پرمختللو ساختماني وسایلو کار واخیستل شي. که څه هم د هند د تاج محمل د جوړیدو پر مهال له اپتدايي وسایلو او زیاتي انساني قوې کار اخیستل شوی وو خو د نوي تاج محل مالک چې یوه بنګلدیشی سوداګردی وایې چې دی غواړي نوی تاج محل په نویو وسایلو جوړ کړي. نوی تاج محل به د اصلي تاج محل د نقشۍ له مخې په څه باندې ۶۰ ملیونه امریکايي ډالره تکمیل او د نندارچیانو پر مخ به پرانیستل شي. په نوي تاج محل کې به ځيني برخې په سرو او سپینو زرو سربیره د الماسو په غمو هم سینګار شي. د یادولو وړ ده چې د هند دولت د دغه بنګلدیشي تاج محل د جوړیدو په باب کوم غبرګون نه دی ښولی. پخوانی او اصلي تاج محل د شاه جهان د واکمنۍ پر مهال د هغه په امر جوړ کړای شوی وو. شاه جهان به ویل چې دغه زړه ښکونکی قصر یې د خپلې میرمني ممتاز د ستایلو او د هغې د یادونو د ژوندي ساتلو لپاره جوړ کړی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګل رحمان همدرد: عطامحمدنور د بلخ له پښتنو سره دښمني لري", "output": "میرویس جلالزی د پکتیا د والي جمعه خان همدرد زوی په مزار شریف کې د یوې غونډي په ترځ کې د بلخ والي عطامحمدنور د بلخ ولایت له پښتنو سره په دښمنۍ تور کړ چې پر وینا یې له کلونو کلونو راهیسي یې دغلته دپښتنو مشرانو او کشرانو په ټکولو پسې را اخیستي ده. ګل رحمان همدرد وروسته تر هغه دغه څرګندوني وکړي چې وړمه ورځ د بلخ والي د احمد شاه مسعود د مړینې په اتمه کلیزه کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې د کورنیو او دفاع چارو وزیران په شمال کې نا امنۍ ته لمن وهي او دمګړۍ د چمتال، بلخ او چهاربولک په ولسوالۍ کې دولت ضد وسله والو ته وسلې ویشي. ګل رحمان همدرد د هغې غونډي پر مهال چې په مزار ښار کې د جمعې په ورځ د یادو شویو ولسوالیو د یو شمیر قومي مشرانو په ګډون جوړه شوي وویل: (( عطامحمدنور په بلخ، چمتال اوچهار بولک ولسوالیو کې له پښتنو سره د دښمن په توګه رفتار کړی او په داسي حال کې چې دی افغان دولت یو فاسده اداره بولي نو لومړی باید د ده شتمنۍ وڅيړل شي چې ده اته کاله دمخه څومره پیسې لرلي او اوس څومره لري، جنرال عطا په مزار ښار کې په لسګونو بلند منزلونه په دولتي پیسو اخیستي او په خپله په فساد کې ډوب دی)). ویل کیږي چې د عطا محمد نور د څرګندونو په اړه دغه اعتراضیه غونډه د ښاغلي همدرد په نوښت جوړه شوي وه. د ګل رحمان همدرد پلار جمعه خان همدرد دمګړۍ د پکتیا د والي په توګه دنده تر سره کوي او له دې دمخه د عطامحمدنور له نږدې ملګرو شمیرل کیده. عطامحمد نور او جمعه خان همدرد هغه دوه څیرې وې چې په تیرو څو کلونو کې د حامد کرزي له خوا د جنرال دوستم د مهارولو او په شمال کې د هغه د ولکې د پراخیدو څخه د مخنیوي لپاره د بلخ او جوزجان د والیانو په توګه ګمارل شوي ول، خو ښاغلی همدرد څه موده دمخه په جوزجان کې د جنرال دوستم له پلویانو سره تر یوې وسله والې لانجې وروسته پکتیا ولایت ته را بدل شو. په هغه غونډه کې چې د عطا محمد نور د وینا د غندلو په موخه په بلخ کې جوړه شوي وه، یو شمیر نورو قومي مشرانو هم خبري وکړي او هره یوه په خپل وار سره د جنرال عطا وروستۍ څرګندوني غیر مسولانه وبللي او هغه یې وغندلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجمال صفت", "output": "ګلې دا ستا د ناز کاته به زما کله هیر شيستا په وربل کې زنګیده به زما کله هیر شي که جهان واړه شي له ښکلو نه ډکستا د خیالي سترګو باڼه به زما کله هیر شي ښکلا دې دومره اغیزمنه ده چې ښکته ګورمد لېمو څنګ ته میلمانه به زما کله هیر شي خواږه خوبونه د پستې مینې په غیږه ګ� �انېستا د زلفانو نڅیده به زما کله هیر شي د ناز یوې خندا دې زړه را څخه لرې یوړ د ګلابي شونډو خواږ ه به زما کله هیر شي زه به د حسن او جمال صفت تر کومه کوم ستا اننګو کې زما زړه به زما کله هیر شي د شریفي په ځیګر ناستې د بیلتون بلاوې دیدار د حسن خندیده به زما کله هیر شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخوست په ښارکي به ٧٥ لمريزڅراغونه نصب شي", "output": "دالمان هيواددجی ټی زيډموسسي په مرسته په دخوست په ښارکې ٧٥ لمريزڅراغونه نصب شي داخبره وخوست والی ارسلاجمال په يوه خبري ناسته کې ژورناليستانوته وکړه اووويل چې مونږپه په لازمېنه کابل کې دغه موسسي ته په خوست ښارکې دلمريزوڅراغونو دنصبولوورکړي چې هغوي دامهال زمونږوړانديزمنلي اوډېرزرپه په خوست ښارپه بېلابېلوواټونوکې نوموړي لمريزڅراغونه نصب شي خوست والي همداشان ژورناليستانوته وويل چې دجې ټی زي� �موسسي مسولينو راسره په دغه ولايت کې دلمريزوڅراغونودجوړولويوورکشاپ ژمنه هم کړيده ترڅوځوست خلک ورڅخه په نوموړي لاره کې ګټه پورته کړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوه سندربوله مې په روح كې اوسي", "output": "يوه سنـــدربـــــولـــــه مــــې پــــه روح كـــې اوسـيډيــــرې سنـــــدرې مــــې زړگـــــي تـــه بــخښــــــيد رنگ او نــــــور يــــــوه نــــــــــــړۍ راكــــــــــويخـــــوږې خبــــــرې مــــــې زړگــــــــي تـــــه بخښي¬¬¬¬¬¬¬يـــوه ســندربــــــولـــــه مــــې پــــه روح كــې اوسيوايــــــي لـــــه تـورو � �پــــو ژونـــــدون وبــــاســــهتـــــــور رواجـــــونــــــه د حـــالا تـــو مـــــــات ك� �ړهځــــــان لــــــه دې تــــور شـــــانې قــــانـــون وباسه¬¬¬¬¬¬¬يــــوه ســـندربـــولـــه مـــې په روح كـــــــې اوســيراتــــــه د مينــــې خـــــوږ احســــــاس راكــــــــــويد ژونــــ� �ـد اسمــــــان تــــه مــــې د مينــــې پـــه نومستــــوري رنگيـــــن لكــــه المـــــــــــــاس � �اكـــوي¬¬¬¬¬¬¬يــــــوه سنــــدربـــــولــــــه مــــې پـه روح كې اوسيكلــــه مــــې درد كلــ� �ـــــه درمـــــان تــــــــــــه بوځيكلـــــــــه د بيـــــــل ژونـــــــــدانــــــه لار راښــ� �ـــاييكلـــــه مـــــې بيــــــل غونـــــدې جهـــــان ته بوځــي¬¬¬¬¬¬¬يــــــوه سنـــــدر بـ� �ــــولــــه مــې په روح كـې اوسيمـــــــــاتـــــه د خـــــــپل ژونــــــــد فلســــــفه راكويكل� �ـــــــه شپيــــــــــلـۍ د اســـــــــرافيـــــــــل غــږويكلـــــــــــه د ستــــــــــــــړي ژونــــــــد نغـمـه راكوي¬¬¬¬¬¬¬كلــــــــــه مـــــــې خيـــــــال كـــې تـر جـنتــه بوځـيكل� �ــــــه بيـــــــا خيــــــال د دوزخــــــونـو راكـــــــړيكلــــــــــه مـــــــــې جـــــــــ� �ام او ميخـــــانې ته بياييكلــــــــه بيــــــــــــا ډار لـــــه گنـــاهـــــونــــو � �اكړي¬¬¬¬¬¬¬د جـــــــادوگــــــرې ادا شــــــرنگ پـــكښــــــــــې دىد جـــــــــــــادوگــ� �ـــــرې ادا شــــــــــرنگ را بخــښيد يـــــــــو سپيـــــــــڅلي بغـــــــــــاوت پــــــه لــ� �ورېيــو شــوخ پــاڅــون او شــوخ غــورځـنگ را بخښي ¬¬¬¬¬¬¬نــــــــــو زه د روح دغــــــــــــ� �ـه خبــــــــــره منــــــملـــــــــــــه نفــــــــرتـــــــــونـــــو نـه نفـــرت كــومـ� �هنــــــــــور نـــــــو لــــــــــه مينـــې ســره مينــه كــومنــــــــور نـــــــــو سپيــ� �ــــڅـــلى بـغــــــاوت كـــــومه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل ذبیح الله قرار درد مې د زړه زخمو ته داسي اې ملګرو راشيلکه شاهین چې په وړو وړو کوترو راشيژبې لري ټول ګونګیان نه دي خو لږ زړه چې وکړيچوپتیا به غوڅه کړي هر څه به په سندرو راشيزړه ته رالویږې جانانه دومره ډیر غمونه لکه ځاځي ځوانان چې جنګ ته په لښکرو راشيچې څه یې ولیدل نو ټول به درته سپین ووایېخو بس چې دا وګړي یوځل په خبرو راشيخواږه یادونه دې په زړه داسي را اوریږيلکه یو سیل مرغۍ چې یو دم په نښترو راشي د میرویس جلالزي کمپوز"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نړيوال اعتلافي ځواکونه او د پاکستان سرحدي سيمو امنيت", "output": "د نړيوال اعتلافي ځواکونو يوه وياند د شنبې په ورځ وويل ، دوی به دافغانستان او پاکستان په پوله کي د سرحدي ځواکونو سره مرسته وکړي تر څو د طالبانو د ازادانه تګ راتګ مخه ونيسي . د اعتلاف ځواکونو دا خبر په داسي حال کي ورکړی چي د ناټو په مشرۍ نړيوال سوله ساتي ځواکونه د ولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو تر مخه د پرله پسې بريدونو خبرداری ورکوي . پاکستاني پوليسو ژمنه کړيده چي هغوی به د افغاني پولي د امنيت په ساتلو کښي د افغاني لوري سره مرسته وکړي تر څو د طالبانو د تګ راتګ مخه ونيسي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ارواښاد کبيرستوري جنازه خاوروته وسپارله شوه", "output": "ستر پښتون، سیاستوال، د پښتنو د قامي وحدت سر لښکر، څېړونکی ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دروان کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعې په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوري د کونړ ولایت ..... ستر پښتون، سیاستوال، د پښتنو د قامي وحدت سر لښکر، څېړونکی ، لیکوال، شاعر، او د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری دروان کال دوری د میاشتی په ۱۷ نېټه د جمعې په ورځ چې ۲۰۰۶ ع کال د اپریل د اوومی نېټی سره سمون خوري د کونړ ولایت پوري تړلی د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډیر درناوي سره چې ګڼ شمیر سیاستوالو، پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، او د ستوري په زرګونو مینه والو د اوښکو په تویولو سره خاورو ته وسپارل شو. د پښتونخوا خبريال له کنړ څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمحبت یرغل", "output": "څو شیبې به مینه ناکې درته راوړم غم دژوند نه به يې پاکې درته راوړم له نادانو اداګانو سره پام کړه ارادې به مې بیباکې درته راوړم نن به ستا له خوا یرغل د محبت وي زه به سترګې شرمناکې درته راوړم برمته يې په الفت کې رانه کیږده میئن زړه به مې تڼاکې درته راوړم لاس نیولې به دې بوزي زما زړه ته تلوسې به سینه چاکې درته راوړم د( حسن) غوندې به اور په اوښکو بل کړې چې غزلې يې د� �دناکې درته راوړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تنکي عاشقان له محکمې څخه زندان ته وليږل شول", "output": "د شمالي ولايت بدخشان پوليسو هغه تنکۍ نجلۍ او ځوان هلک نيولي چې غوښتل ېې د خپلو کورنيو له سلا او خوښي پرته په محکمه کې د واده قانوني اسناد جوړ کړي . قاضي عبدالولي راشيدي نن وويل چې نيول شوي نجلۍ 14 کاله عمر لري او د بدخشان ولايت د يوې لري پرتې ولسوالۍ اوسيدونکي ده او 22 کلن مين ځوان غمخور بيا د شهربزرگ ولسوالی اوسيدونکی دی . ښاغلي را� �يدی وويل چې دا دوه مين ېې د محکمې په دننه کې وروسته تر هغه د پوليسو په مرسته ونيول چې غوښت� � ېې د کورنيو له اجازی پرته نکاح خط جوړ کړي .د بدخشان د امنيه قوماندانۍ جناېې مدير فضل احمد نظير ويلی چې دوي د نجلۍ پلار خبر کړی چې راشي او خپله لور بوزي خو د نجلۍ پلار دعوه کړي چې غمخور نومی هلک پرينږدي ځکه هغه ېې لور په مينه نه بلکه په جبر تښتولي وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په فلسطين کې د حماس برۍ او دقريع استعفى .", "output": "د فلسطين د پارلماني ټاکنو د لومړيو رايو پاڼو له شميرنې څخه څرګنده شوې چې د حماس ګوند غوڅ اکثريت رايې ګټلې دي . له دې سره سم لومړي وزير احمد قريع او کابيېنې يې استعفى ورکړه .قريع وويل دا دخلکو ټاکنې دي او بايد درناوۍ يې وشي، که پايلې سمې وي ولسمشر بايد له حماس څخه وغواړي چې نوى دولت جوړ کړي . دقانون له مخې عباس بايد د ګټونکي ګوند ( حماس ) څخه وغواړي راتلونکۍ دولت جوړ کړي . حماس ويلي نه غواړي په يوازې سر حکومت وکړي ،غواړي له فتح سره ائيتلاف وکړي. د فلسطين پارلماني ټاکني پرون پيل شوي او ٨٠ فيصده وګړو په کې ګډون کړي وو. د حماس ګوند مشر محمد زهار ويلي د ټاکنو له رسمي پايلو وروسته به خپله پريکړه اعلان کړي .ويل کيږي له ١٣٢ څوکيو څخه حماس ٧٥ څوکۍ لاس ته راوړې . حماس داسرائيلو شتون په رسميت نه پيږني. امريکا او اسرائيل حماس ته د يوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري .اسرائيل به نن په هم دې اړوند خپله بيړنۍ ناسته جوړه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر کرزی له قندهاره کابل ته راستون شو.", "output": "دولسمشر کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي چې ولسمشر له دوه ورځني سفر وروسته چې کندهار ته تللی وه بیرته کابل ته راستون شو. ولسمشر په کندهار کې دڅلورو ولایتونو کندهار، هلمند، ارزگان اوزابل ولایتونو له ١٥٠٠تنو مشرانو، ښځو، علماو او سپین ږيرو سره وکتل او دغو استازو ورته په خپلو سیمو کې دکوکنارو د نه کرلو خبره وکړه. دغه راز ولسمشر دکندهار دانجنو یوه ښوونځي ته ورغی او په ستونزو یې ځان خبر کړ. له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې امنتي سلاکار زلمی رسول، دپوهنې وزیر قرقین او جاوید لودین هم ملگري وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملامحمدعمردکمکي اختر مبارکي ويلي ده", "output": "لودين د طالبانو مشر ملامحمد عمر په يوه خپاره سوي پيغام کي د نړۍ ټولو مسلمانانو او ټولو افغانانو ته دکمکي اختر د د رارسيدو په مناسبت مبارکي ويلي ده . په پيغام کي ويل سوي دي چي طالبان غواړي د ګاونډيو هيوادو سره اړيکي ښي کړي ده پر همسايه هيوادونو ږغ کړي دي چي په دي لاره کي د دوي سره هڅي وکړي څو اقتصادي ، فرهنګي او نوري ټولنيزي چاري يو له بل سره وپالي . په پيغام کي ويل سوي وه چي د دوي امارت اوس پوره ځواکمن سوي دي په پيغام کي سوله خوښه سوي ده او په افغانستان کي حتمي هم بلل سوي ده دوي وايي چي دوي به دافغانستان ستونزي حل کړي خو په دي شرط چي هيواد مو د بهرنيو له اشغال څخه خلاص سوي وي . په پيغام کي ويل سوي دي چي طالبان له دي وروسته نوي پلانونه لري او ژر به يي په لاره واچوي . ملاعمر دا هم ويلي دي چي رسنۍ دوي دافغانانو او افغانستان او د دي ترڅنګ نړۍ ته لوي ګواښ دي په پيغام کي دا خبره ناسمه بلل سوي دي او ويل سوي دي دوي يوازي خپل هيواد له بهرنيانو څخه خلاص غواړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بلخ کې د نوروز له مراسمو څخه بشپړ رپوټ", "output": "میرویس جلالزی نن د حمل میا� �تې لومړۍ نیټه د نوي کال (نوروز) له ورځي سره برابره وه. په ټول افغانستان کې دغه ورځ د ځانګړو م� �اسمو په ترځ کې نمانځل کیږي. په بلخ ولایت کې هم د سخې صاحب ( حضرت علي کرم الله وجه) پر مزار جنډې پورته کیږ ي او په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړیږي هر کال په سلهاوو زره کسان برخه اخلي. نن په مزار ښار کې هم په سلهاوو زره افغانان را ټول شوي وو او دغه ورځ یې ونمانځله. د مزار په ښار کې په جوړ شويو دغو مراسمو کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر منوچهرمتکي سربیره د تاجکستان او افغانستان د باندنیو چارو وزیرانو هم برخه درلوده. د مراسمو پیل د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم له خوا وشو. نوموړي د تشریفاتو ټولګی م عاینه کړ او بیرته لوژ ته ستون شو. د دغو مراسمو بهیر د نړیوالو ټلویزیوني شبکو لکه د ایران د صداوسیما،الجزیرې، تاجک ټلویزیون، د افغانستان د آریانا، ملي، طلوع، افغان او آینې ټلویزیوني چینلونو څخه په ژوندې بڼه خپریدل.د نوروز د جشن د مراسمو پیلامه په ملي سرود وشوه. د مراسمو ټول ګډونوال افغانان او بهرني میلمانه د ملي سرود د احترام لپاره په پښو ودریدل او ځانګړي ځواکونه د ښار په بیلا بیلو برخو کې د تیارسي په حال کې شول. ورپسې د ولسمشر کرزي وینا واورول شوه. په وینا کې د بلخ د والي عطامحمد نور ستاینه شوي وه او نوموړی د افغانستان د یوه اصیل او وفادار بچي په توګه نومول شوی وو. د مراسمو د پیل وینا ښاغلي عطامحمدنور ورکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلام ستر پیغام حضرت محمد ته درود واستاوه، او د سولې او ثبات هیله یې وکړه او په ورته وخت کې یې د فلسطین د ولس د آزادۍ او سر لوړی غوښتنه وکړه.نوموړي میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د ایران، تاجکستان او ایکو اقتصادي سازمان غړو ګډون والو ته چې دغلته د میلمنو په توګه ناست وو، کور ودانی ووایه. ښاغلي نور د تل په شان یو ځل بیا د هغو سوداګ� �و نومونه یاد کړل چې پر وینا یې د نوروز د مراسمو په جوړولو کې یې برخه اخیستي وه. نوموړي له کفایت شرکت ،برکت شرکت ، افغان یونایتید بانک، کابل بانک، د الکوزي شرکت او یو شمیر نورو شرکتونه څخه مننه وکړه چې د ده پر وینا د نوروز د مراسمو په جوړولو او همدا راز د بلخ ولایت په سمسورتیا کې یې تل فعاله او رغنده ونډه اخیستي ده. نوموړي د بلخ ولایت په استازي توب له نړیوالي ټولني غوښتنه وکړه چې د بلخ او بلخیانو د پرمختګ لپاره خپلې هڅي او مرستې زیاتي کړي. عطا محمدنور د خپلو خبرو پر مهال د امریکې له ولسمشر بارک اوبهاما غوښتنه وکړه چې د فلسطین، عراق او افغانستان لپاره خپلي امنیتي طرحې زیاتي کړي او په خاصه توګه د اس� �ایلو له خوا د فلسطین اشغال خطم کړي. له عطامحمد نور وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم وینا وکړه او په لومړي سر کې یې د ولسمشر پیغام ولوست. په پيغام کې هیله ښودل شوي وه چې نوی کال د سولې، صفا، آبادۍ او فراوانۍ کال وي. په پیغام کې تیر کال افغانستان څه نا څه له کړاونو ډک کال ښودل شوی وو خو بیا هم د کرزي پر وینا چې یو شمیر پرمختګونه وشول. کرزي ویلي وو چې د ښونځیو سوځول، چاودنې، او د ولسي وګرو وژنو زمونږ د ملت روحیه ضعیفه نه کړه او زمونږ ملت د پرمختګ لپاره خپلي هڅي زیاتې کړي او دې کار دوام وموند. خرم له کرزي څخه په نکل وویل چې د ولسي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره زمونږ هڅي به په نوي کال کې ښې پایلي ولري او په اړه یې له اړوندو امنیتي چارواکو سره خبري شوي دی. ورپسې د بلخ ولایت وکیلې میرمن سیفورې نیازۍ د ولسي جرګې د دیني، فرهنګی او لوړو زدکړو د کمیسیون له خوا عطا محمد نور ته ب� �ابره شوی ستاین لیک ورکړ. دغه ستاین لیک ښاغلي نور ته په بلخ ولایت کې د هغه د ښو خدمتونو په پاس ورکړ شو.ورپسې سناتور عبدالغني د مشرانو جرګې په استازي توب ښاغلي نور ته برابر � �وی ستاین لیک وسپارل. د دغو مراسمو په پای کې د بلخ ولایت د عالمانو شورا غړي قاري شیرزاده افغانستان ته د سوکالۍ دعا وکړه او ورپسې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د جنډې د پورته کولو امر وکړ. جنډه په داسي حال چې ملي سرود هم غږول کیده او د توپونو د ډزو غږونو مراسم په ځان کې نغښتي وو پورته کړای � �وه. له پاسه چورلکو امنیتي څار کاوه او په له ولولو ډکه دغه تاریخي غونډې باندي یې د مبارکۍ پیغامونه پا� �ل. دغه مراسم بي له کومي امنیتي ستونزي په سمه توګه سر ته ورسیدل او تر اوسه د هیڅ راز ناوړي پیښې رپوټ نه دی ورکړ شوی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نړۍ د نامتو کسانو د زوکړې مياشتې (دعایل راټولونه)", "output": "د وري (حمل) د مياشتې مشهور زېږېدلي کسان:بيسمارک د المان صدراعظم ، نيکيتاخروشچوف(د روسيې پخوانى لومړى وزير) ، زلمى خليلزاد (په م� �ګرو ملتو کې د بوش دحکومت استازى چې البته اوس له دندې لرې کړاى شوى) ، بني صدر(د ايران پخوانى ولسمشر) ، چا� �لي چاپلين(انګرېز هنرمند) ، مارلون براندو(امريکايي هنرمند) ، ونسان ونګوک(هالنډى انځورګر) ، تنسي ويليامز (امريکايي ليکوال). د غويي (ثور) د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:هري ترومن(امريکايي ولسمشر) ، يوهان برام س(المانى سندرجوړونکى) ، انوره دو بالزاک(فرانسوى ليکوال) ، اندي (ايرانى سندر غاړى) ، زيګموند فرويد(اتريشى ارواپوه) ، هټلر(المانى ديکتاتور) ، ولاديميرناباکف(روسى ليکوال) ، سالوادور ډالي(اسپانوى انځورگر) ، کاترين (روسۍ ملکه) ، البورکرامول(دانګلستان انقلابي رهبر) ، نانسي عجزم(لبنانۍ سندرغاړې) ، دويمه ملکه اليزابت(د انگلستان ملکه) ، هنري فوندا(امريکايي هنرمند) ، ګري کوپر(امريکايي هنرمند). دغبرګولي(جوزا)دمياشتې نام تو زېږېدلي کسان:احمدظاهر (د افغانستان نامتو سندرغاړى) ، شرين عبادي(د نوبل د سولې د جايزې گټونکې) ، جان اف کيندي(د امريکا پخوانى ولسمشر) ، فرانسوا ساګان(فرانسوۍ ليکواله) ، مريلين مونرو(امريکايي هنرمند) ، پول ګوګن(فرانسوى انځورګر) ، والت ويتمن(امريکايي شاعر) ، محسن مخلباف(ايرانۍ کارګردانه). د چنګاښ (سرطان) د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان: شهيد محمد داوود خان (د افغانستان لومړنى ولسمشر) ، ولاديمير پوتين(د روسيې پخوانى ولسمشر) ، بېنظيربوټو (د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره) ، ارنست همينګوى(امريکايي ليکوال)ژان کوکتو(فرانسوى ليکوال) ، هلن کلر(امريکايي ليکواله) ، اتم هنري (د فرانسې پاچا)، لويي ارمسترانګ(امريکايي جاز موسيقي غږونکى) ، اينګماربرګمن(سويډنى ليکوال اوکارګردان) ، رامبراند(هالنډى انځورگر) ، جينالولوي� �يجيدا(ايتالوى هنرمند) ، راکفلر(امريکايي سرمايه دار) ، ژوليس سزار(د روم سردار) ، مارک شاګال(روسى انځو� �ګر) ، ان ليندبرګ(امريکايي ليکوال). د زمري(اسد) په مياشت کې نامتو زېږېدلي کسان:الفرد هېچکاک (انگريز کارګردان) ، موسيليني(ايټالوى ديکتاتور) ، کارل ګوستاويونګ(سويسى ارواپوه) ، جورج والترسکاټ(سکاټ� �نډى ليکوال) ، جان ګالزورثي(امريکايي ليکوال) ، الدوس هاکسلي( امريکايي ليکوال) ، فيډل کاسټرو( د کيوبا انقلابي رهبر) ، ناپليون بوناپارت( دفرانسې پادشاه) ، دورتي پارکر(انګرېزليکوال) ، لوسيل بال(امريکايي کمي� �ين). د وږي (سنبلې)د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:ملکه اليزابت لومړۍ(د انګلستان ملکه) ، خميني (دايران پخوانى لارښود) احمدشاه مسعود(د افغانستان يوجنګي قوماندان)،دميتري ميدودوف(د روسيې اوسنۍ ولسمشر) ،ګويته(ا� �مانى شاعر) ، جوزف کندي(امريکايي سياست مدار) ، هنري فورد(د موټرجوړولو د کارځاى مشر) ، سوفيا لورن( ايټالوۍ هن� �منده) ، ويليام هوارد تافت(د امريکا پخوانى ولسمشر) ، ډي ايچ لارنس(انګليسي داستان ليکونکى) ، تيودررايزر(ام� �يکايي ليکوال) ، ليوناردبرنشتاين(امريکايي سندرجوړونکى)، اينګريدبرګمن(سويډنى هنرمند) ، پيترسلرز(انګ� �ېزهنرمند) ، اکبرهاشمي رفسنجاني(د ايران پخوانى ولسمشر) . د تلې (مېزان) په مياشت کې زېږېدلي نامتو کسان:د ملت بابا محمد ظاهرشاه(د افغانستان پخوانى پاچا) ، بل کلنټن( د امريکا پخوانى ولسمشر)نېچه(المانى ليکوال) ، کريس ديبرګ(ايرلنډى سندرغاړى) ، تامس ولف(امريکايي ليکوال) ، جيمي کارتر(د امريکا پخوانى ولسمشر) ، مهاتما ګاندي(د هند ملي رهبر) ، لويي فيلپ (د فرانسې پاچا) ، فرانتيس ليست(مجارى سندرجوړونکى) ، جي بي � �اين(امريکايي ارواپوه) ، ايزنهاور(د امريکا ولسمشر) ، ويليم فاکتر(امريکايي ليکوال) ، مارچلو ماست� �وياني(ايټالوى هنرمند) ، بريژيت باردو(امريکايي هنرمند) ، سروالتروالي(انگليسي شاعر) ، جورج سي سکاټ (امريکايي هنرمند) ، ګراهام ګرين(انګريزليکوال). د لړم (عقرب) په مياشت کې زېږېدلي نامتو کسان:انجينرګ� �بدين حکمتيار(د افغانستان پخوانى صدراعظم) ، علامه محمداقبال( د اردو ژبې تکړه شاعر) ، فرانسوا ميتران(د ف� �انسې پخوانى ولسمشر) ، پابلو پيکاسو(اسپانوى انځورگر)، اندراګاندي( دهند ملي رهبر) ، ماري انتوانت(د فرانسې م� �که) ، مارتين لوتر(المانى کشيش او د پروتستان مذهب بنسټ اېښودونکى) ، ريچارد برتون(انګرېزهنرمند) ، شارل د وګ� �(فرانسوى جنرال) ، چيانګ کاى چک(د چين رهبر) ، تيودور روزولټ( د امريکا پخوانى ولسمشر) ، جواهر لال نهرو( د هند ملي رهبر) ، جورج اليوټ (انگرېزليکوال) ، ماري ګوري(فرانسوى پوه) ، فرانسوا ميتران( دفرانسې پخوانى و� �سمشر) ، سالک(امريکايي مايکروبيالوژيست). د لېندۍ(قوس) د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:بتهوون(المانى سندرجوړونکى) ، مارک تواين (امريکايي ليکوال) ، علي شريعتي(ايرانى پوه) ، ديارلسم پاپ ژان پل (د نړۍ د کاتوليکانو رهبر) ، وينسټن چرچل(انګرېزلومړى وزير) ، والت ديستي(امريکايي کارتوني فلم جوړونکى) ، فرانک سيناترا(امريکايي هنرمند) ، جان ازيرن (انگرېزليکوال). د جدي(مرغومي) په مياشت کې نامتو زېږېدلي کسان:حامد کرزى ( دافغانستان ولسمشر) ، جبران خليل جبران( لبنانى شاعراو متفکر) ، ژاندراک(فرانسوۍ انقلابي ښځه) ، رودياردکيپلينګ(انګرېزليکوال) ، لويى پاستور(فرانسوى کيميا پوه) ، ادګار الن پو(امريکايي ليکوال ) ، ا� �برت شوايترز(فرانسوى ډاکټر او فيلسوف) ، کارل سند برګ(امريکايي شاعر) ، يوهان کپلر(المانى ستورپېژاند) ، بنجام ين فرانکلين(امريکايي ليکوال او سياستمدار) ، مائوتسه تونګ(د چين انقلابي لارښود) ، ايزاک نيوتن(انګرېزپوه) ، ريچاردنيکسون(د امريکا پخوانى ولسمشر) ، مارتن لوترکينګ (د امريکاد تورپوټکو لارښود) ، اواګاردنر(امريکايي هنرمند)او همفري(بوګارت). د سلواغې(دلوې) د مياشتې نامتو زېږېدلي کسان:دميتري مندلف(روسى کيميا پوه) ، صادق هدايت(ايرانى ليکوال) ، اديسون(امريکايي مخترع) ، دويم ملک عبدالله (د اردن پاچا) ، سامرست موام(انګرېز � �يکوال) ، ابراهام لينکن،او رونالد ريګن(د امريکا پخواني ولسمشران) ، ګاليله(ايټالوى پوه) ، فرانسس بيکن (انګ� �ېز فيلسوف) ، کيم نواک او جيمز دين (امريکايي هنرمندان) ، صادق هدايت (ايرانى ليکوال) ، پرلمان(امريکايي ليکوا� �) ، لنګستن هيوز(امريکايي ليکوال) ، چارلز ديکنز(انګرېز ليکوال). د کب (حوت) په مياشت کې زېږېدلي نامتو کسان:ميخائيل ګورپاچوف (د شوروي اخرنى ولسمشر) ، ويکتور هوګو(فرانسوى ليکوال) ، اليزابت تيلور(امريکايي هنرمند) ، ميکل انژ(ايټالوى انځورګر) ، جورج واشنگټن(د امريکا لومړنى ولسمشر ) ، ليلافروهر( ايرانۍ سندرغاړې) ، اوګوست رنوار(فرانسوى انځورگر) ، ادوارد البي(امريکايي نندارليکونکى) ، ريمسکې کرساکف(روسى سندرجوړونکى) ، پ� �وين اعتصامي(ايرانۍ شاعره) ، فردريک شوپن(فرانسوى سندرجوړونکى)."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هغه څوک چې ستا سو په فر هنګ ملنډې وهي", "output": "د ملت ښا غلو استازو ! تا سو سيد مخدوم رهين ښه پيژنئ ، دا هغه نا ولې او کر غيړ نه څيره ده چې ستاسو پر ژبې، ستا سو پر قوم او ستا سو پر فر هنګ با ندې ملنډې وهي او ستا سو فر هنګ ته فر هنګ قبيله، فر هنګ غژدي و شتر وايې٠ دا هغه کر غېړ نه څېره ده چې پخوانی پا چا يې غو لولی او تېر ايستلی و او ځان يې هغه ته وفا داره باله، په داسې حال کې چې د هغه تر شا به يې پښتنو ته بدې او ردې او سپکې او سپورې ويلې٠ ظا هر خان يو خوش باوره سړی و او چا پلو سان يې خو ښيدل او ډېر داسې نور در باري سپي او چا پلو س شا عران او مد يحه سر ايان هم په تېرو وختو نو کې دده په دربار کې تېر شوي دي چې دده صفت به يې په شعر ونو کې کاوه چې ښه بېلګه يې درباري شا عر خليلي و چې د ظا هر خان له خوا دده د چا پلو سا نه شعر ونو په بدل کې ددربارد ملک الشعرا لقب و ګا ټه او په سفا رتو نو با ندې ونا زول شو چې ډېر کلونه په عراق او اندو نيزيا کې دافغا نستان سفير و٠ تا سو دخليلي چا پلو سا نه شعر ونه دده په يوه شعري مجمو عه کې چې بر ګهای خزاني نو ميږي او دظاهر خان او دايران دپخواني پا چا محمد رضا شاه پهلوي تو صيفو نه يې پکې کړي دي ولولئ دا ټول شيان به درته جوت شي چې څو مره چا پلوس و لکه چې يو شاعر دده په اړوند داسي وايې: د ښکلو ګلو او دنجونو شاعر د څو خير نو ار مانونو شاعر خو کله چې ظا هر خان دقدرت نه اېسته شو بيا نو د همدغو خېرنو ار ما نونو شاعر يعني خليلي په ظا هر خان پورې ملنډې وهلې او پلار يې نادر غدار باله او بيايې د سقاو دزوی په مد حه کې د عياري از خراسان کتاب وليکه او هغه تا ريخي غل يې دافغا نستان يو مشروع او قا نو ني پا چا وباله چې ګواکې دی خادم دين رسول الله و ٠ ر هين هم هما غسې ټيټ سړی دی د ظا هر خان مداح و او دکرزي په زړه کې يې هم ځای نيولی دی٠ کرزي ته دده واسطه خورد ضا بط فهيم او دخو بو نو تعبير کونکی او استخاره چي حضرت مجددي دي٠ رهين د د پښتو ژبې او پښتنو نه دومره کر که او کينه لري چې ا ندازه يې نشته٠ دی د پښتنو کلتور او فر هنګ ته فر هنګ قبيله، فر هنګ غژدي و فر هنګ شتر وايي٠ په هغه وخت کې چې په پيښور کې د فر هنګي کميټې رئيس و نو کوم پښتون به چې دده دفتر ته د تللو اراده در لودله هيڅکله هم په دې نه بر يالی کېده د هر چا نه به يې پو ښتنه کو له که به کدام مليت متعلق استي و به کدام زبان حرف ميزني، نو که به فرض مهال هغه به پښتون و نو کيسه به يې په اصطلاح مفته وه٠ په هغه وخت کې چې رهين په سويدن کې داريانای برون مرزي مجله چلو له په خدای قسم چې ما ورته په پښتو ژبه يوه ښه مقاله چې درې ميا شتې څيړ نه مې پرې کړې وه ورواستو له ، خو دغه متعصب ددې لپاره چې مقاله په پښتو وه خپره نکړه٠ ددغوا ريانای برون مرزي مجله په دومره ډېرو ګڼو کې يوازې دښا غلی دکتور صا حب ز يار يوه مقاله په پښتوخپره شوې وه او بس او نور نو ما دپښتو هيڅ يوه مقاله پکې ونه ليدله چې دا دده دپښتو ژبې او فر هنګ سره دده دژ ورې دښمنۍ يوه بېلګه ګڼل کيدای شي ٠ او هغه وخت چې بيا داطلا عاتو او فر هنګ وزير شو تا سو خو دپښتو ژبې او پښتنو سره دده دجفا شا هدان ياست٠ تاسو دملت استازو په هغه وخت کې دا خبره درک کړه چې رهين څومره د پښتنو نه کر که لري، نو ځکه مو داعتماد رايه ترې واخيسته٠ خو بيا هم کرزي خان ددې لپاره چې ده ته دمقام تنزيل ورکړي او يا يې تنبيه کړي ده ته يې د هندو ستان په څير د يوه مهم ځای دپلو ماتيک پوست ورکړ او هلته يې دافغا نستان ددولت لوی سفير ترې جوړ کړ ٠ واه واه! په دې عدل او انصاف ؟؟؟ زه نه پو هيږم چې دغه د غه بې شر مه او ټيټ ستر ګی رهين بيا ولې دسپي پو ستکی پر مخ واچاوه او بيا ستاسو مخې ته ولاړ دی او ستا سو نه دباور رايه غواړي ٠ دی په رښتيا هم ډېر بې شر مه انسان دی او هيڅ حيا نلري٠ نو اوس پر تا سو دملت استازو پورې اړه لري چې دغه سړي ته را يه ورکوئ که نه , دا نو ستاسو پورې اړه لري که ده ته مو رايه ورکړه نو ملت به تا سو ونه بښي، هو ښيار اوسئ دده په اړوند خپل عادلانه قضاوت وکړئ چې دچا په خبرو ونه غو ليږئ،د خپل سو چ او فکر نه کار واخلئ خدای مکړه چې دلستو ڼي مار در نه بيا وزير شي٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو د مرګ ګواښ ډير وي", "output": "د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو كې كاركوونكي د نوو پرمختللو سامان الاتو د نشتوالي له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي د سورغر اوونيزي د يوه خبر له مخي د افغانستا ن په بېلابېلوسيمو كې د ډبرو سكرو يوولس كانونه شته، چې هره ورځ لږ تر لږه يو سلو شل ټنه سكاره ترې راايستل كېږي. په دې كانونو كې د د نوو سامان آلاتو د نشتوالي له امله كاركوونكي له سختو ستونزو سره مخ دي او هره ورځ په كې زيات شمېر كاركوونكي يا مړه او يا بېهوښه كېږي. ډېر وخت وړاندې د جيك په نوم يوې كمپنۍ دغو كانونو ته ماشينونه وركړي وو چې اوس هغه ماشينونه ډېر زاړه او خراب شوي دي. د ماشينونو د خرابوالي او نشتوالى له امله د سكرو راايستلو كار هم ډېر ورو دى او كاركوونكي له دولته غوښتنه كوي، چې له كانونو د موادو را ايستلو لپاره دې دوى ته ژر تر ژره د نوي ټكنالوژۍ سامان وركړي چې په دې سره به نه يوازې د موادو راايستل آسان شي بلكې د كاريګرو د مړينې مخه به هم ونيول شي. تېره مياشت د افغا نستا ن په ستره محكمه كې يوه قانوني ماده وړاندې شوه، په دې ماده كې راغلي وو چې د بهرنيو هيوادونو شركتونو ته دې اجازه وركړل شي چې تر څو د افغانستان د ډبرو سكرو په كانونو كې كار وكړي. كه چېرى دولت د كاركوونكو دا ستونزې حل كړى نو دوى به وكولاى شي چې د هيواد په نورو برخو كې هم د ډبرو سكرو زېرمې پيدا كړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ترکی جنرال:د پاکستان اتومی بم له طالبانو پټ کړئ", "output": "د ترکيې هيواد د پوځ مشر د قبايلی طالبانو لاس ته د پاکستان د اتومي وسلي د � �ويدو په اړه انديښنه وښوده . د گارډين بريټانوۍ ورځپاڼي نن خبر ورکړی چې جنرال ياسر بایکنيت انديښنه څرګنده کړي چې که چيرته په پاکستان کې سیاسي کړکیچ همداسی روان وي نو دا به لري نه وي چې د دې هيواد اتومی وسله د طالبانو � �اس ته ولويږي. جنرال ياسر چې تيره شپه ېې په انقره کې د تروریزم په اړه په نړیوال کنفرانس کې خبري کولي د نړیوالو څخه د پاکستان له جمهوريت غوښتونکو سياستوالو سره د مرستی مطالبه وکړه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزني : دبيارغونې٦٠ ميليونه ډالر تري تم شوي دي", "output": "په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د غزني د خلکو استازي ادعا کوي چې په دې ولايت کې د ٨٣ او ٨٦ لمريز کلونو ترمنځ موده کې تر شپېتو ميليونو ډالرو پورې د بيارغونې پيسې ورکې شوې دي .ددې څلورو کلونو تر منځ موده کې په غزني کې څلور واليان تېر شوي دي او هر يوه يې د بيارغونې او پرمختګ ځينې کارونه هم کړي دي .په ولسي جرګه کې د غزني يوه استازي او د ملي اقتصاد د کمېسيون مشر داوود سلطانزوى وايي چې په غزني کې هېڅ کار نه دى شوى او د پروژو په نوم اخيستل شوې پيسې شخصي جيبونو ته تللې دي.سلطانزوى زياتوي چې د يوې پروژې لپاره له څو بېلا بېلو مرستندويه ادارو پېسې اخيستل شوې او کار هم نه دى شوى . په ورته توګه د غزني په ولايتي شورا کې هم ډېرى وکيلان په دې اند دي،چې په دې موده کې د بيارغونې په نوم تر شپېته ميليونه زيات امريکايي ډالر ورک شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تږي ارمانونه", "output": "د ا شني دښتي خړ خړ غرونه په ســينه كــي يــي لعــلــونــه د بلــبـلو پــري چــغا ر وي دغــه شـنــه شـنـه ګـلـكـڅونه لـيږد وي چـه تـا نـدي هـيلي داڅــپـا نـد څـپـا نـد سـينـد ونهچـه موكلي پـري ښا يسته وي دغــه لــوړ شــنــه چــنــارونــه هلتــه پيـغـلي چـمبي ګــا نــي د لــتــــه زڼــــي ا تــڼـــــونـــــه يـــوه خـــوا غـــرورحيــا وي بـل خـوا تـــږي ارمـــا نـــونـــهدغه تــوري تــوري سـتـرګـي دغــه سپـيــن سپـيـن روخـسـارونـهســپـيـنـولـيـچـوكـي بـنـګړي وي تـــــوروزلــفــو كــي ګــلــونــه مــازديــګــركي ژړي لمروي شــنه منــګي وي د نـګي نجونه تـخنـوي يي پيــغـلــتوب چې دغــه شــوخ شــوخ ګــود رونــه دغــه ټـيـنـګي عـنعـنـي مـو د ا لــه ويــا ړه ډ ك دود ونـــه هــغــه تــوري چـلـيـد لــي هــغــه ځـــلــنـــد تـــاريـخــونهدادګــران هـيــواد شــمــلــي مــو دغـــا زيـــا نــوخـــړقــبــرونـــه دغـه ټـول اوس راتــه ســوځـــي اوروي پــــري راكـــيــټونــــه د پـــرد يــو پـــه بـــا روتـــو بـــلـــوي بــا نـــدي اورونـــه داخپل څوغــواړه مـــالان د ي چــې پــري اخــلـي ښــه خـونـد ونه / غـــزنـــي – مـــقـــر. نــيــټـــه ۴/۱۰/۱۳۸۷"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تهران د 13 تنو افغان خبريالانو کوربه دی", "output": "د افغانستان 13 تنه خبريالان د ايران د اس� �امي جمهوريت په رسمي بلنه هغه هيواد ته ورسيدل .په هرات کې د ايران د قونسلگرۍ يو خپور شوی بيان واېې چې د دې خب� �يالانو ځيني په افغان دولت او ځيني ېې بيا په ناحکومتي موسسو پوري تړلي دي .تهران خو دا واېې چې دا کار ېې د دواړو هيوادونو د مطبوعاتي ډلو د اړيکو د تينگښت لپاره تر سره کړی دی .د هرات ولايت د دولتي را� �يو تلويزيون ريس حسام الدين شمس دا سفر خورا اغيزمن په گوتو کړ .په دې ډله کې د نورين ټلويزيون ، ساقي ټ� �ويزيون ،کليد راډيو، نواد راډيو او د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون د خبريالانو تر څنگ يو شمير نور خبريا� �ان هم شته ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل چې دي راته وکتل په ښکل نظرودې ګټلم ګرانه په خپل نظرژوندون خو مې واړه کړ ستاپه نومتا چې راوکتل نن په بل نظرپاڼه پاڼه غوړيدم ګل شانتي چېليدل مې مينه دي په منزل نظ� �اوس خاطره تل ليکې غزل غزلجانان چې وکتل په قاتل نظر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي د کوکنارو د کرکيلې د بنديدو غوښتنه کړې د ه .", "output": "ولسمشر حامد کرزى په هېواد کې واليانو او امنيه قوماندانانو ته په راتلونکي کال د کوکنارو دکرکيلې د مخنيوى په هکله په ټينګه سره دستور ورکړى دى او ويلى يې دى چې په دې لاره کې هيڅ ډول عذر نه منل کيږى .ده دکوکنارو کرکيله يو جرمى عمل وباله او واليانو او امنيه قوماندانانو ته يې لارښونه کړې چې په دې اړوند په قاطعيت سره عمل وکړى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حج اومقامات مقدسه ( ۱۹ ) برخه « دزمزم مبارک نومونه", "output": "حج اومقامات مقدسه ( ۱۹ ) برخه « دزمزم مبارک نومونهعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته . بسم الله الرحمن الرحيممحترمووروڼوپه دې برخه کښي دزمزم دمبارکونوموبيان درته کوم دزمزم اوبه بیخي ډير نومونه لري چي دهغوۍ له جملې څخه ځيني په دې شرحه دي:(۱ ) برکة (۲) مبارکة : دغه دواړه لفظونه له هغه برکت څخه جوړسوی دی کوم چي و نِما ، زياتوب ، نيکبختي او ډير والي د خير ته ويل کيږي او په اوبو د زمزم کښي دغه ټولی معناګانی الله تعالی موجودی کړی دی . (۳) بَرَّة : ځکه چی ګټی ،فائدې یې ډیری دی اوله دې سره سره یې اوبه هم زیات کثرت لری،اوچایې داسی وجه ویلی ده چی ،لانهافاضت للابراروغاضت عن الفجار،یعنی ځکه چی دزمزم چینه دابرارو،نیکانودپاره الله له زمکی څخه راوایستله کوم چی بی بی هاجره رضی الله عنهااواسماعیل علیه السلام وواوله فاجرانوڅخه بیرته په ځمکه کښی غائبه سوه یعنی کله چی دفسادزمانه راغله نودغه اوبه په ځمکه کښی پټی سوې لکه چی تفصیل بې بیا راسی،اوچا ويلي دي چي دا مأخوذ دئ له بَِّر څخه . نو دزمزم اوبوته ځکه بره ویل کېږی چی الله په دغواوبوسره له اسماعیل علیه السلام اودده له مورسره غټ احسان وکړ (۴) بُشری : ځکه چي دا زيرئ ؤ هاجرې لره چي مور د اسماعيل ده ، په هغه وخت کي چي دې د خپل ځان او د بچي د ژوندي پاته کيدلو دپاره د اوبو پلټنه کوله ، نو کله چي دې په داسی حال کښی چی وناامیدی ته نزدې سوی وه ،دغه مبارکي اوبه وليدلې نوډيره خوشحاله سوه او وې ويل : « يا بشرای هذا هو المآء » يعني ای خوشحالئ ځما راسه دغه دی وخت دۍ ځکه دغه دی اوبه دداسی سختی ناامیدئ اوپرېښانئ په حال کښی پیداسوې(۵) تُکْتَم (۶) مکتومة : دا ځکه ورته ويل کيږي چي دا څاه د زمزم په وروسته زمانه کښی له « جرهُم » قبېلې څخه ددوئ دفسادپه وجه پټ کړ سو او مکتوم وګرځيدئ ، تر هغه وخته پوري چي بيا عبدالمطلب صاحب دا څاه راښکاره کړ . چی بیان بې بیاان شا ءالله راسی(۷)حَرَمِيَّة : يعني منسوب و حرم ته ، او دا له دې وجي چي څاه د زمزم په حرم د الله (عزوجل) کښي واقع دئ ، يا له دې وجي چي دا څاه معظم او د لوړ شان والا دئ ( والله أعلم ) . (۸) حفيرة عبدالمطلب : دا ځکه چي دا څاه وروسته له هغه چي غايب سو عبدالمطلب د نبي (صلی الله عليه وسلم) نيکه غار کړ . (۹) رکضه جبريل (ع) (۱۰ ) و هَزْمَة جبريل (۱۱) هَمْزَة جبريل (۱۲) ځکه چی ددغی مقدسی څاه اوبه په دې سبب راښکاره سوې چی جبریل ځمکه په خپل وزریاپه قدم سره ووهله، . (۱۳) الروآء (۱۴) مُروِية (۱۵) رِوَيّ (۱۶) رَوِيّ (۱۷) رِيّ : دغه لفظونه ټول په اصل کښی وهغواوبوته ویل کېږی ی ډېری وی اودآب خوری کفایت کو(۱۸) زمزم (۱۹) زمازم : ځکه چی دغه دواړه لفظونه په اصل کښی وهغه ظرف ته ویل کېږی چی له اوبوڅخه دونه ډک سی چی ورڅخه یوې اوبلی خواته وبهیږی(۲۰) سابق : من السَبْق ، دا ځکه چي اوبو د زمزم ته پر نورو اوبو باندي ړومبئ والئ او فضيلت حاصل دئ (والله أعلم ) . (۲۱) سالمة : (۲۲) سقياالله اسماعيل (عليه السلام) : والسلام ومن الله التوفيقپه دې اړه نوربيا. ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صبغت الله سنجر: کرزی او هالبروک نه دي خپه شوي", "output": "میرویس جلالزی د حامد کرزي دفتر له هالبروک سره د هغه لانجه او شخړیزې خبري د بي بي سي یوه بي بنیاده پروپاګندا بولي چې باید په دې باب سپیناوی وکړي. د حکومت د پالیسۍ د دفتر مشر صبغت الله سنجر وویل چې د هالبروک او کرزي تر مینځ هیڅ راز تاوتریخوالی نه دی رامنځ ته شوی او دا خبري بي بنسټه دي. تیره ورځ داسي خبرونه خپاره شول چې د اسد میاشتې په دیرشمه د غرمي ډوډۍ پر مهال حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکې استازي ریچارد هالبروک تر منځ د انتخاباتو پر سر شخړه شوي او دواړه له غونډي وتلي دي. سنجر وویل : (( کله چې انتخابات وشول د امریکې دولسمشر په ګډون د نړۍ ډیرو مشرانو افغان دولت ته تبریکي ورکوله نه دا چې یو غربي چارواکي افغان دولت توهین کړي، هیڅ کله د ښاغلي هالبروک او ولسمشر تر مینځ داسي خبره نه ده شوي چې د دواړو تر مینځ مشکل پیښ کړي او یا خفګان رامنځ ته کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دولت د مرغومى٦ يوازې په خبرې کنفرانس تيره کړه", "output": "نن دمرغومى ٦ نيټه ده چې په همداسې يوه ورځ ٢٦ کاله وړاندې روسانو په افغانستان په ډيره بېرحمانه او ناروا توګه يرغل وکړ .په همدې ورځ د هوا او ځمکې له لارې په زرګونو روسان له پرمختللو جګړيزو توپونو، ټانکونو او الوتکو سره د افغانستان خاورې ته راننوتل .حفيظ الله امين ېې وواژه او ببرک کارمل يې دتخت پر ګډۍ کيناوو.دروسانو ديرغل سره سم د افغانانو دوژلو ،نيولو ، بندې کولو ،ځورونو ، مهاجرتونواو دهېواد دورانيولړۍ لا زور واخيست ، له دې سره سم خونړي ولسي پاڅونونه هم پيل شول او د جهاد ليکي پياوړې شوې . له کلونو جنګ او سختو جګړو وروسته سرو لښکرو ماتې وخوړله او له افغانستان څخه ووتل .د روسانو له وتلو څخه څه نا څه ١٧ کاله تير شول .افغانان هرکال ددغې تورې او بدې ورځې يادونه او غندنه کوي .خو سږ کال دولت په کابل کې يوازې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د يوې خبرې غونډې په ترځ کې يادونه وکړه او ددولت وياند عبد الکريم رحيمى په خپلو لنډو خبرو کې دغه ورځ وغندله او زياته کړه چې اکثريت تيرې او اوسنۍ ستونزې د روسانو د يرغل څخه راولاړې او پاتې شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوی فغان", "output": "• که جهاد د بې ګناه انسان وژل وي• که په کینه باندي مینه قتلول وي• چي د مور د نس ماشوم وي بې امانه• چي ناحقه د سرو وینو تویول وي• » » »• کلک منکر دي له دې کړني یُو خونکاره• طرفدار دي د وژني یُو خونکاره• موږ د حق په نیت قلم له تیکي کښلی• ستا په باب بوخت په لیکني یُوخونکاره• » » »• خپلي خاؤري ته د مور په نظر ګورو• یرغلګر ته د نسکور په نظر ګورو• چي رڼا یې په تیارو کړله بدله• داسي چاته د مختور په نظر ګورو• » » »• موږ د ژوند په حقیقت یُو پوهېدلي• د بشر په لوړ قیمت یُو پوهېدلي• قدردانه یُو د زړونو د ساتونکو• د ښکلا په نزاکت یُو پوهېدلي• » » »• په خوښۍ باندي پرېولو د غمو ټکي• و ګناه ته ږدو فقط د توبو ټکي• نور به نه څاڅي له زړونو توري اوښکي• له خپلوۍ به وباسو د پردو ټکي• » » »• موږ د میني په کتاب کي سره یؤ یُو• د زمان په هر یؤ باب کي سره یؤ یُو• د توپیر کرښي ترمنځ پاکول غواړو• په سپوږمۍ او په افتاب کي سره یؤ یُو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاناډا ٢٠٠ فوځيان اونورتجهيزات افغانستان ته استوي", "output": "دکاناډا فوځى چارواکود جمعې په ورځ و ويل : چې ٢٠٠ نور نوى عسکر او يو اندازه فوځى تجهيزات او وسايل افغانستان ته استوي .اوس مهال کاناډا افغانستان کې ٢٣٠٠ فوځيان لري ، چې ډيره يې د افغانستان په جنوب کې له طالب جنګياليو سره لاس او ګريوان دي . په تي� �ه دريو مياشتو کې له طالب جنګياليو سره په اخ اوډب کې ١٦ تنه کاناډايان وژل شوي دي . د کاناډا يو فوځى چارواکى ويلى چې په لومړي سر کې ٤ او وروسته ١٥ ټانکونه افغانستان ته ليږي . چارواکي منلې چې د تير کال په پرتله د طالب جنګياليو بريدونه سخت شوي اود هغوى په جنګى تاکتيکونو کې بدلون راغلى دي .له دې وړاندې پولنډ د پنجشنپې په ورځ وويل چې د راتلونکى کال د فبروري تر مياشتې پورې به ١٠٠٠ تنه فوځيان افغانستان ته واستوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سپيره په ولسوالۍ بريد شوي دي", "output": "دولتى چارواکواو مخالف جنګياليو منلې چې تيره شپه د خوست سپيره ولسوالۍ دوسله والو کسانو تربريد لاندې راغلې وه . په خوست کې د پوليسو مشر ددغه بريد پخلۍ کوى او وايى يوازې د ولسوالۍ ودانۍ يو څه ز يانمنه شوې ده .طالب جنګياليو بيا په دغه بريد کې د٢ تنو دولتى پوليسودوژلو ادعا کړې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهلمندپه نادعلي كې ديوښونځى ښونكى ووژل شو", "output": "ع نورزی - هلمند نن دسهارپه نهه بجې دهلمنددنادعلي ولسوالۍ دزرغون كلي ديوه ښونځى معلم هله ووژل شو كله چي دوووسلوالوپه نوموړي ښونځى بريدوكړدهلمندامنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن صابرلږشيبه وړاندي دبېنواخبريال ته په يوټليفوني تماس كي وويل : چي دوتنه وسلوال پرموټرسيكل سپاره وچي دزرغون كلى پرښونځى ئې بريدوكړدبريدپه ترڅ كښې يومعلم دلغماني په نامه ووژل شو. نوموړي ښونكي په داسي حال كښې وژل كيږي چي دوه شپې وړاندى دهمدغه ولسوالۍ په همدغه كلى كښې يووسلوال اويوكليوال دنامعلومواشخاصوله لوري وژل شوي وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هودخیلو پيښه د کامرې په ژبه", "output": "د کابل په هودخيلو سيمه کې د ائتلافی ځواکونو د وړمي � �پې په برید کې وژل شوی ترهگر!!!؟؟ دا وويني او قضاوت په خپله وکړئ!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايساف دولتي پوليس په ډزو وواژه.", "output": "كابل كې بينوا ويبپاڼې ته دايساف له لوري په راغلي خبرپاڼه كې ليكل شوي چې تيره ورځ 10:30 بجې دغو ځواكونو يو افغان امنيتي سرتيرى لومړى په ډزو ټپي كړ چې بيا وروسته ددرملنې په مهال ومړ. ايساف وايي پيښه دهلمند په موسى كلا ولسوالۍ هغه مهال رامنځته شوه ك� �ه چې دغه افغان پوليس په ملكي كاليو كې ددوى پوځي اډې ته ور روان وه دوى وانګيرله ګوندې كوم طالب به وي نو ځكه يې ډزې پرې وكړي. دغه ځواكونه وايي دپيښې په اړه به پلټنې وكړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ستا د ښكلا دخپلولو هيله هم نه لرمد خپلو سترګو د ساتلو هيله هم نه ل� �مپه ويدو سترګو دې زمازړه لكه خوب وړى دىاوس مې د ما ت زړه د ژغور لو هيله هم نه لرمچې ته رانه شې،تيارې � �اشي،نا اميده شمهدبل څراغ د بلولو هيله هم نه لرمكه بې مقصده هر څوك زړه راوړي نو زړه وركومداسې هم نه ده صرف د ښكلو هيله هم نه لرمدر تلاى هم نه شم ،د ويلو جرات هم نه لرموالله چې ستا دهيرولو هيله هم نه لرم ۱۰\\\\۶\\\\۱۳۸۶لمر ت� �ويزي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ملى اردو ٤ نه عسکر کنړ کې وژل شوي", "output": "نن غرمه هغه مهال د کنړ د څوکۍ ولسوالى کې د ملى اردو ٤ تنه عسکر د يو ريموټ کنترول په بمې چاودنه کې ووژل شول ،چې په سيمه کې په ګزمه بوخت وو. په دغه چاودنه کې ٢ تنه نور عسکر ژوبل شوي دي . د کنړ والى اسدالله وفا د پېښې پخلى کړى او بينوا ته يې وويل سيمه کلابند شوې او پلټنې په دې اړوند پيل شوي دي. دا چاودنه په داسې مهال کنړ کې رامينځ ته شوې چې په سيمه کې د غرنى زمرى په نامه فوځىعمليات روان دي او چارواکو ادعا کړې چې دشمن ته يې درنده مرګ او ژوبله رسولې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان له انګلستان نه ماتې وخوړه", "output": "په نيوزېلنډ کښي د روانو کرکټ سياليو په ترڅ کښي نن افغان ۱۹ کلنو ځوانانو خپله دوهمه لوبه ( د افغانستان پر وخت د شپې پر دوې بجې ) د انګلستان سره پېل کړه .لومړۍ هغه يې د هندوستان سره وه چي هغوی و ګټله .انګلستان پچه وګټله او فيلډ کول يې غوره کړل .افغان ځوانانو د (۴۷,۲) اورونو په لړ کښي د (۱۰) لوبغاړو په سوځېدو ټولټال (۱۲۶) منډي جوړي کړلې او انګلستان ته يې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه .افغانستان انګلستان ته ۱۲۷ منډي هدف ټاکلئ وو .انګلستان لوبه پېل کړه .انګلستان وکولائ شو چي د (۲۵،۵) اورونو په لړ کښي يواځي د يوه لوبغاړي په سر سره هدف ته ځان ورسوي او خپلي (۱۲۷) منډي يې جوړي کړلې چي د لوبي ګټونکی اعلان سو او پدې سره لوبه پای ته ورسېدل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کښي د رايو شمېرنه د يوي ورځي لپاره وځنډول شوه", "output": "(بي بي سي ) : په افغانستان کښي د روژي د مبارکي مياشتې د لومړي ورځ د لمانځلو له کبله د راي شمېرل د څلرويشت ساعتونو لپاره ځنډيدلي دي. تر دي دمه چي کومې راي شمېرل شوي دي د هغو پايلې ښيي چې ولسمشر حامد کرزي د خپل نورو سيالو کانديدانوڅخه ډيري راي ګټلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قانوني: ولسي جرګه په تېر يوه کال کي بريالۍ وه", "output": "نن په کابل د افغانستان د ولسي جرګې د يو کلن بهير په اړه غونډه جوړه سوې وه، چي د دولتي چارواکو او و ولسي جرګې د وکيلانو په ګډون د بهرنيو هيوادونو يو شمېر ډيپلوماتانو هم برخه پکښي اخيستې وه، غونډي ته د وينا پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې رئيس محمديونس قانوني د ولسي جرګې تېر يو کلن بهير مثبت و ارزاوه او ويې ويل چي ولسي جرګه په خپلو چارو کي ٨٠ فيصده بريالۍ وه.دا په داسي حال کي ده چي ښاغلي قانوني څو ورځي وړاندي هم د ولسي جرګې کړني مثبتي ارزولي وې، خو د په مخ کي پرتو ستونزو په اړه يې ويلي وه چي د وکيلانو معاشونه دي لوړ سي، چي بيا يې په اړه په خبري رسنيو کي د ګڼ شمېر افغانانو له خوا سخت غبرګون وښودل سو.د يادوني وړ ده چي د ولسي رئيس ٣٣٠٠ ډالره مياشتنى معاش اخلي، معاونين يې ٢٢٠٠ او د ولسي جرګې نور غړي ١١٠٠ ډالره مياشتنى معاش لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په زابل کي ايتلافي ځواکونوپرعام ولس بمبارکړى", "output": "دزابل ولايت دداي چوپان ولسواي دمروي پرکلي دبمباري له امله څخه دسيمي خلګ ٤ تنه مړه او ٦ دزابل ولايت دداي چوپان ولسوالي دمروي په کلي کي دبمبارله امله چي دزمري پراتلسمه نيټه رامنځ ته شوي وه دعيني شاهدانوپروينا دسيمي خلګو ته يې مالي او ځاني تاوان اړولى دى . نوموړي ټپيان چي دمهال دزابل ولايت دکلات روغتون او دکندهارپه ميرويس روغتون کي بستر دي چي دوې يې ښځينه او ددوه يې ماشومان او دوه يې نارينه دي ٣٣ کله نه فاطمه چي په دي بمباکې سره له دوه مياشتني زوي سره يوځاي ټپي شوي دبينواويبپاڼې خبريال ته وويل . ماښام ښه ناوخته وه چي تياري راغلي او بمباري شروع کړ. دفاطمي پروينا په دي بمبارکي ددوي دوه کورنه په مکمل ډول تبا ه شوي دي او له دي دوو کورونوڅخه ٦ تنه ټپيان او ٤ تنه وژل شوي دي . له فاطمي سره راغلي مرستندوي علي محمدپروينا تردي يوه ورځ وړاندي ايتلاف او طالبانوددوي له ځايه څخه ليري په هزاربوز کي جګړه کړي وه چي په دا شپه يې ددوي پرکورنوبمباروکړ . دعلي محمدپروينادمړواو ټپيانوسره بيره ددوي کښت اوکرونده په مکمل ډول له منځه تللي ده دده پروينا چي دبمباري له کبله ټولي سيمي اور اخيستى وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان پولیس: په: ارغنداب: ولسوالۍکي جگړه پای تـ. . .", "output": "رپوټونه له جنوبي ولایت کندهار نه خبر ورکوي چې د نوموړي ولایت په: ارغنداب: ولسوالۍ کې پیله شوۍ جگړه اوس پای ته رسیدلي خو پلټونکي عملیات پر مخ روان دي .د قندهار د پولیسو قوماندان سید آغا ثاقب خبري آژانسونو ته وویل چې طالب جنگیالو ته دروند ځیان رسیدلی .د ثاقب په حواله 50 طالبان وژل شوي او تر دې غټه شمیره ټپیان دي. د امنیه قوماندان په وینا ایساف او دولت پلوه قواوي به تر هغه دارغنداب کلابند مات نکړي تر څو چې یې سیمه له طالبانو نه وی تشه کړي . بله خوا طالبان بیا ور اوښتی ځيان نه مني او وایې چې د دولت گڼ موټر ېې سوځولي ، سرتیريي وژلي او ځیني یې هم یرغمل بیو� �ي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کښتۍ ډوبیدلو له امله لسګونه افغانان مړه او لسګونه ورک دي", "output": "د مهاجرو افغانانو هغه بيړۍ چې شپږ اتیا تنه پکښي سپاره ول د سه شنبې په ماښام د اندونیزیا له اړونده کوموډو جزیري س� �ه ډوبه سوې د اندونیزیا د نوزا ټینګرا ولایت د حوادثو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چي په بیړۍ کې سپاره ټول افغانان ول چي تراوسه يي د پنځه څلويښت تنو جسدونه له اوبو را ایستل سوی او یوڅلویښت نور اوس هم ورک دي د دغې ادارې یوه کارکوونکي هرمن مل سینهوا اژانس ته ویلي دي چي د ورکولو کسانو لټون � �وان دي ،له څه مودې راهیسي اندونیزیا له اسیا څخه د استرالیا ته د تلونکو کډوالو لپاره لاره ګرځيدلې. تیره میاشت هم د اندونیزیا په یوه ساحلي سیمه کي لسګونه افغان او پاکستاني کډوال چي غوښتل يي اسټرالیا ته ولاړ سي هم نیول سوي ول دغه غمیزه پداسي حال کي رامنځته کیږي څه موده وړاندي د کوټې په ښار کې لسګونه افغان کډوال په یوه بند کانتینر کي مړه وموندل سول"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لوی څارنوال: ختیځو ولایتو کې مو ۵۱ چارواکي نیولي.", "output": "دافغانستان لوی څارنوال عبدالجبار ثابت نن په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل چې دنوموړی دوروستی سفر په ترڅ کې چې ختیځو ولایتونو ته یې درلود داداری فساد او دچارواکو دغلاو په وړاندې دده دجهاد په ترڅ کې ۵۱ تنه چارواکي په دغو ولایتونو کې دغلاو په تور نیولي دي. لوی څارنوال وویل چې ۳۳ تنه یې په ننګرهار ولایت او پاتي نور یې په لغمان او کنړ کې نیولي. لوی څارنوال دغه راز دهرات ښاروال په اړه وویل چې دی دا اوس په کابل کې دی او دغلا پاڼې یې سترې محکمې ته دلیږدیدو په حال کې دي نوموړي دهرات او مزارشریف دولایانو له هغه ملاتړ څخه چې په دغو ولایتونو کې یې دهغو کسانو په اړه چې ده پری دغلا تور لګولی لاس واخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مسلمان ورور په مصيبت خوشالي مه كوه", "output": "که ستا مسلمان ورور ته کوم تکلیف او یا پرېشاني ورسېږي خو تاته د یو مسلم ان په صفت په کار نه ده چي ور باندي خوشاله شې ولو که ستا او د هغه شخص تر مېنځ څه خفګان او شخړه پرته وي په کار داده چي د هغه په مشکل کي ورسره خواشیني څرګنده او شریکه کړي او د هغې ستونځي په ازالې کي ورسره مرسته وکړې ، په دې شکل به له یوې خوا تا خپل اېماني مسؤلیت سرته رسولی وي بل کېدای شي ستا دا غم شریکي ستا سو له مېنځ څخه هغه ګړز لېري کړي کومه چي ستا سو د ورورولي فضا ور باندي خړه پړه ده . زمونږ په خواوشا كي ځيني داسي بد مرغه كسان هم شته چي تل د تماشو انتظار كوي او د نفس غذا ئي د نورو م صيبتونه او تكليفونه وي چي كله د يو چا په تكليف ، مصيبت اوپريشاني خبرشي ډير ئي زړه ورته ښه اوطبيعت یې ورته برابر وي دا خو لا په خپل ځای پريږده كله ناكله خو په خپله هم د دي كوشش كوي چي خپل مسلمان ورور ته يو څاه وكــني ترڅو دده مسلمان ورور په كي ولويږي مزاج ئي شرير او ضر� �پسند وي حال داچي دهغه سړي مصيبت به ده ته هيڅ فائده نه رسوي او نه به ئي ده ته كوم تكليف رسولي وي سر چپه كه هغه مصيبت زده شخص د ده قريب وي نو له مصيبت ځخه ئي ځان هم نشي خلاصولي او ضرور به د قرابت په وجه په كي ور شريك كيږي او دا بيماري زيات تره د قريبانو په مينځ كي خپره وي . دا عمل یو اخلاقي ناروغي ده چي کېدای شي نوري اجتماعي ستونځي را مېنځ ته کړي په دې شکل که په مصیبت اخته شخص په دې پوه شي چي دا ستونځه ورته ستا له لاسه ورته متوجه ده او یا ستا زړه ورباندي ښه ده کېدای شي د هغه درد نور هم زیات کړي او ستا په هکله یې دښمني راوپارېږي چي پایلي به یې په باوري توګه د هیڅ یوه لوري په ګټه نه وي ، دا نوع اخلاقي رنځونه که له یوې خوا اسلامي شریعت حرام ګرځولي دي خو له بله پلوه له انساني ژوند څخه د نېکمرغي لذت ختم وي او انساني ټولنه په بد مرغیو اخته کوي . بل څرنګه چي دا ډول اعمال شریعت حرام بللي دي او ا� �تکاب یې د الله تعالی نافرماني او ګناه بلله کېږي نو ځکه یې په ارتکاب الله تعالى خپه كيږي او غالبا دا پيښ شوي دي چي هغه سړی چي په مصیبت اخته دی الله تعالى یې له هغه م صيبت ځخه خلاص كړي او هغه نندارڅو شخص په هماغه مصيبت اخته كړي چي بيا به ئي د همدردي هم څوك نه وي. عن واثلة بن الأسقع قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لا تظهر الشماتة لأخيك فيرحمه ا� �له ويبتليك. (الترمذي) له واثله بن الاسقع رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: دخپل مسلمان ورور په غم خوشالي مه كوه الله تعالى به په خپل رحمت د هغه مصيبت پورته كړي او تا به په هغه مصيبت اخته كړي او آزمېیښت به دركړي. . يو شاعر وائي: إذا ما الدهرجرَّعلى أناس ................... مصائبه أناخَ بآخرينا فـقل للشَّامتــين بنا أفيقوا ............. سيلقى الشَّامتون كما لقينا زمانه د خلګو په مينځ كي رابدليږي او مصيبتونه له يوه ځخه آخلي او په بل ئي ږدي د چاچي زمونږ په مصيبت زړه خوشاله دي هغه ته ْووايه چي ويښ شه او چا چي زمونږ په مصيبت خوشالي كړي ده هغوي ته به هم ضرور دا مصيبت داسي رسيږي لكه مونږته چي ْورسيد . په عربي كي يو ضرب المثـل دي : من حفر بئرا لاخيه فقد وقع فيه . چاچي خپل ورورته څاه ْوكينلو نو په خپله به په كي لويږ ي پښتانه وائي: مه كـنه د بل په لاره كي كوهۍ ................................. ناګهانه به د تا په كوهي لار شي وائي چي يوه سړي خپل يوه ورور ته دهغه په لاره کي د شپې څاه وكينلو تر څو هغه په کي ولوېږي خو چي رڼا شوه دده په خپله هغه ځای له یاد څخه ووت اوپه سپينه رڼا ورځ په خپله په كي ولويدلوچي شاعر په شعر کي ورته اشاره کړي ده .. وكم من حافر لأخيه ليلا................. مكبا فيه في ضوء النها� � � �ير ځلي مي داسي كسان ليدلي دي چي خپل ورور ته به ئي د شپي په تياره كي څاه كينلو چي خلګ ئي ْو نه ويني خو په رڼا ورځ به مي ليد چي په خپله به پړمخي په كي پروت ْوو. اوبل شاعر وائي: ومن يحتفر بئراً � �يسقط غيره ................... يقع دون شكِّ بالذي هو حافر قضى الله أن البغض يصرع أهله.............. وإنَّ على الباغي تدور الدوائر چاچي د بل چا لپاره څاه ْوكينلو بي شكه به هغه څوك په كي لويږي چاچي كينلی وي دا دالله تعالى فيصله ده چي حسد خپل مالك رانيسي او يو څوك چي د الله تعالى له حكم ځخه باغي وي په هغه به ميچني را تاوېږي او په خپله به هغه په كي ژرنده كيږي. خلاصه داده چي د بل چا په مصيبت خوښي څرګندول اویا بې موجبه په ناحقه مصيبت ورته جوړول دواړه هم ستر ګناهونه او مردم آزاري ده او هم انسان ته ور کرونده کېږي له دي رنځ ځخه د خپلو اخلاقو روغول لازمي او ضروري دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محرم الحرام او د کربلا شهيدان ( ۱برخه) .", "output": "بسمه تعالی !! محترمو وروڼو ! په دې لړۍ کښي به وتاسي محترمو ته د «أشهرالحرم »يعني د حرامو يا حرمت والا مياشتوبيان ، او د محرم الحرام د ميا� �تي فضيلت او د « عاشورآء» په ورځ کښي د طاعت او عبادت فضيلتونه ، او دارنګه د عاشورآء په ورځ کښي تاريخي پيښي او بالآخره د کربلا د شهيدانو په اړه په زړه پوري معلوماتونه تقديم کړه سيالبته په دغه لومړۍ برخه کښي به و تاسي محترمو ته د حرامو مياشتواو خصوصًا د محرم الحرام د مياشتي په باره کښي په مختصر ډول تفصيل وړاندي کړ سي . الله (جل جلاله) په قرآنکريم کښي فرمايلي دي :إن عدة الشهورِ عندَ اللهِ اثنی عشرَ شهرًا في کتابِ اللهِ ( الی قوله تعالی) منها أربعة حرم .يعني : بېشکه شمير د مياشتو ، په نزد د الله تعالی (چي نوشته دئ په لوح محفوظ کښي ) دوولس مياشتي دي . يعني ټول قمري کال دوولس مياشتي دئ ، چي له دغو دوولسو مياشتو څخه څلور مياشتي حرامي ، يا د حرمت والا مياشتي دي ، چي په عربي لُغت کښي د دغو دوولسو مياشتو نومونه په دې ترتيب دي : مُح َرَّم ، صَفَر ، رَبِيعُ الأول ، ربيع الآخر ، جِمَادي الأولی ، جمادي الأخری ، رَجَب ، شُعبان ، رمضان ، شوال ، ذوالقعدة ، ذوالحجة . لکه چي يوه عالِم په فارسي بيتو کښي په دې ډول دغه نومونه ذکر کړيدي ، رباعي : از محرم چو ګذشتي چي بود مـــاه صفربعد از وَی دوربيـــــع و دو جــميدِ دګـــرپس رَجَب باشد وشعبان � �مضان وشوالباز ذوالقعدة و ذوالحجة شد اثـــنی عـشر .او د روميانو په ژبه يې نومونه په دې ډول دي : تش� �ينِ اول ، تشرين ثاني ، کانون اول ، کانون ثاني ، شَبات ، ادار ، نَيسان ، ايار ، حَذيران ، تموز ، آب ، اياوَل . په فارسي زبان يې نومونه په دې شرحه دي :پروردين ، اردِبهشت ، خرداد ، تير ، مرداد ، شهريور ، مِهر ، � �بان ، آذر ، دِې ، بهمن،اسفندارمز . او حرامي مياشتي له دغو دوولسو څخه څلور مياشتي دي ، چي رجَب ، ذوال� �عدة ، ذوالحجة او د محرم الحرام مياشت ده .و دغو څلورو مياشتو ته په دې وجه « أشهرِ حُرُم » يعني حرامي مياشتي و يلي کيږي چي يو خو تر إسلام په له مخه دورو کښي او د جاهليت په زمانه کښي عربو د يوه او بل و مال او و نفس ته تعرض کول په دغو څلورو مياشتو کښي حرام باله ، سره له دې چي غلا ، ډاکه ، لوټ ، قطع اوشکونه د لاري ، ناروا قتل ، يو پر بل باندي ظلم او تيرئ ددوۍ له إفتخاري عنعناتو څخه ول ، خو چي کله به په دخو حرامو مياشتو کښي يوه مياشت رابره سوه نو بيا به دوۍ ل دغو ټولو کارو څخه لاس اخستئ او ددغي مياشتي عزت او إحترام بې کاوئ .کله چي د إسلام دور راغلئ نو په إسلام کښي هم تر ډيري مودې پوري ددغو څلورو مياشتو إحترام او عزت کيدئ ، او مسلمانان په دې سره له الــهي لوري څخه مأمور سوي وو چي په دغو مياشتو کښي به دوۍ ابتداء په جنګ له کافرانو سره نکوي . علماوو په دې باره کښي إختلاف کړئ دئ چي ايا دغه حُکم اوس هم باقي دئ او که منسوخ سوئ دئ ؟ چي تفصيل يې په کتابو کښي د تفسير او په «موسوعة الکويتية» او غيره کښي مذکور دئ . د محرم الحرام د مياشتي فضيلت : د إسلام پيغمبر په هغه مبارک حديث کښي چي مسلم ، أبوداؤد ، ترمذي ، نسائي او إبن ماجه يې سره له يو څه تفاوته روايت کړئ دئ فرمايلي دي : أفضل الصيامِ بعدَ رمضان شهرُ اللهِ المُحَرَّم ، وأفضل الصلاة بعدَ الفريضَةِ صلاة الليل .يعني : بهت� �ينه د روژې (يعني بهترينه مياشت د روژې لپاره ) وروسته له رمضان شريف څخه مياشت د الله تعالی ده چي مُحَرَّم ده ، او بهترين د لمانځه وروسته له فرضي لمانځه څخه د شپې لمونځ دئ (يعني چي عبارت دئ له لمانځه څخه د تهجد ) . إمام نووي (رح) فرمايلي دي چي د إسلام پيغمر په اول کښي د شُعبان په مياشت کي روژې نيولې (يعني د شعبان مياشت يې أفضله ګڼله ) او بيا يې د خپل حيات په اخير کښي د محرم الحرام مياشت بهتره وګڼله ( کذا في حاشية الترغيب والترهيب ) . همدارنګه د إسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) په هغه مبارک حديث کښي چي طبراني يې په معجم صغير کښي روايت کړئ دئ فرمايلي دي :و مَنْ صامَ يومًا مِنَ المحرم فلَه بکل يومٍ ثلاثونَ يومًا . مطلب ددغه مبارک حديث دادئ چي د محرم الحرام په مياشت کښي که څوک يو ورځ روژه ونيسي نو ددې ثواب به دونه وي لکه په بل وخت کښي چي پوره مياشت روژه ونيسي . محترمو وروڼو ! د محرم الحرام د مياشتي د شان عظمت به د عاشورآء د ورځي چي ددغي مياشتي � �سمه ورځ ده د بياناتو په سلسله کښي ښه درته ښکاره سي . ( والسلام ومن الله التوفيق )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مشرف د اروپايي مشرانو ترسختو نيوکو لاندي دی", "output": "د پاکستان ولسمشر جنرال پرویز مشرف اروپایې هیوادونو ته د خپل سفر په لومړي تم ځای کې تیره شپه ناوخته د بلجیم هیواد په پلازمنیه براکسلکې له خبریالانو سره لیده کاته وکړل.مشرف د خپلو خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې د هیواد راتلونکي پارلماني ټاکني به یې خپلواکي او منصفانه تر سره شي . هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل: که چیرته هره ډله ټاکني وگټي نو قدرت به ورته وسپارل شی. مشرف وویل چې ټاکني به د فبرورۍ په 18 له ژمنی سره سمي ، انشاالله له درغلیو او جعل پرته په آزاده فضا کې او په ټول پاکستان کې تر سره شي.نوموړي له خبریالانو سره د خپلو خبرو پر مهال په مستقیمه توگه له اسلام آباد سره د اروپا د مرستو غوښتنه کوله. مشرف د خپلو خبرو په یوه برخه کی وویل:اروپایانو! پاکستان ته نور وخت هم ورکړئ تر څو د کلکې ډیموکراسۍ په لور حرکت وکړي خو هغه ولس واکي چې په اروپا کې شته دپاکستان له هغې سره ځکه توپیر لري چې د پاکستان ولس واکي ځوانه ده د سیاسی چارو شنونکي په دې اند دي چې مشرف به په خپل دې سفر کی د کوربه مشرانو له سختو اعتراضونو سره مخ شي . په اساسي ډول به له ښاغلی مشرف نه د پاکستان په طالبانی کیدو، د بی نظیربوټو د قتل ، د ټاکنو په بی پرې توب، د سیاسی مخالفینو په توقیف او امریکې ته د هغه په ورستیو گواښونو غوصه ناکي پوښتنی وشي . اروپا ته د مشرف په ورتگ سره هلته د نوموړي وچي ډیر هیوادونه دپاکستان ضد او ترهگرۍ ضد لاریونو شاهدان ول . د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې په سلگونو تنه لارو کوڅو ته را ووتل.هغوی نارې وهلي چې بینظیربوټو مشرف ووژله او مشرف په نړۍ کې د ترهگرو ملاتړلی دی . وروستي رپوټونه وایې چې د پاکستان ولسمشر پرون ناوخته د ناټو تړون له عمومی منشی یوپ دیهوپ شیفر سره خبري وکړي .دې دواړو لورو یو ځل بیا د ترهگرو د ځپلو په برخه کې په گډو مرستو ټینگار وکړ .ټاکل شوي چې نن به جنرال مشرف د فرانسي له ولس مشر نیکولاس سرکوزی سره هم وگوري .غرب ته د مشرف سفر په داسې حال کې تر سره کیږي چې همدا اوس پاکستان له کورني افراطیت او گډوډۍ سره لاس او گریوان دی .د سیمی د سیاسی چارو شنونکي په دې اند دي چې اروپا ته به د مشرف له ورتگ سره د گڼو شمیرو هغو هیوادونو د مشرانو تر غوصی لاندي راشي چې دلته په افغانستان کې د ناټو په چوکات کې سرتیري لري ځکه د دې هیوادو مشرانو په وار په پاکستان غږ کړی چې د سرحدي تروریزم مخه ونیسي او د پاکستان له خاوري د را اوښتونکو ترهگرو له لاسه د ناټو گڼ شمیر سرتیري د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فرق", "output": "فرق ته پر زیړ ګلاب مین یی زه پر سور ګلاب مین یی د امنم چی دوی دی دواړه یو له ګله پیدا شوی راشه خوله دی رانژدی کړه پټ په غوژ کی راته وایه په دی دواړو کی فرق څه دی؟! دوهم ازاد نظم د دعا لپه د وطن له ورشوګانو د ښکلا ډمې دي تللی د سرور خانه میراته تبسم په زړه زخمی دی د سندرې رنګ الوتی د غزل زلفی شهیدی د دعا یو ډکه لپه د یزدان په لور ولیژم د ښکلا پخوانی ډمې تری نه خپل وطن ته غواړم په تلپاتی مینه رحمن الله رسا بوخوم پوهنتون،جرمنی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائتلافي ځواکونه نه مني چي الوتکه يې غورځول شوې", "output": "ائتلافي ځواکونه دطالبانو ادعا چې پکتیکا یې ددوی چورلکه غورځولې ردوي. دائتلافي ځواکونو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دطالبانو هغه ادعا چې طالبانو ویلي وه تیره ورځ یې په پکتیکا کې ددوی چورلکه را غورځولې په کلکه ردوي او وړاندې وایي هیڅ � �ول زیان ائتلافي ځواکونو ته ندی ور اوښتی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسلام اوبشری حقوق", "output": "مولوی عبدالحق منصور اسلام اوبشری حقونه په نړۍ دجهالت توري لړی خپری وې هرلورته کینه بغض حسد اونفرتونه وو په وړو خبرو لسګونه کاله دښمنۍ کیدی یودبل دوینوتږی اودمالونو يي وږی وو نه نارینه محفوظ وو نه ښځینه ورور دوروردښمن ووپلاردځوۍ او....لورخور خوچاپه انسانانو کی هم نه شمیرله تاریخ وګورۍ دچاپه کورکی به چی انجلۍ پیداشوه ژوندۍ به یی خښوله .مذهبونه اودینونه موجودووخودومره حدته دتحریف اوبدلون ښکارووچی اصل یی له منځه تلی وو هرڅوک دخپلی خوښی وو هو ! دسلام مبارک دین نه مخکی داټولی خبری موجودی وی الله تعالی دنیا ته دمحمد عربی صلی الله علیه وسلم په شکل کی رحمت راولیږه نبوت یی ورکړ قرآن یی ورکړ خلکو ته یی خدایی وروپیژانده دتیارو څخه یی خلاص اورڼاته یی راوستل دهرچا حق خوندی شودبشري حقوقو بنسټ یی کیښود مسلمانان يي دیوبل روڼه وګرځول دخپل منځی مینی اومحبت درس یی ورکړ . دالله دلوری ایات نازل شوانّمَاالمؤمنون اخوتژباړه : ټول مومنان سره ورونه دي اسلام حکم کوی چی جنګونو اوعداوت څخه ځان وژغورۍ یوبل سره مرسته وکړۍ دیوبل ضرورتونه پوره کړۍکه داسیونکړۍ نوتاسی به کامل مړمنان نه یاست محبوب فرمايی من لم یهتم بامورالمسلمین فلیس منهم ژباړه : څوک چی دمسلمانانواړتیاوی پوره نه کړي ددوۍ څخه نه دی اسلام کي دژوند حق :دکائناتومالک په ناحقه دبل بشروژنه حرامه بولی اوڅوک چی داسی کاروکړی دهغه په اخرت کی جهنم اودنیاکی دمقتول په بدل کی دهنده وژنه ده ترڅودنوروژوند محفوظ شی الله فرمایی وَلکم فی القصاصِ حیوة ژباړه : تاسی لپاره قصاص کی ژوند دی په کومو هیوادونوکی چی دمرګ په بدل کی قصاص نه وی دوژنوشمیره پکی څومره زیاته وی خوکه یواسلامی عمل حکم عملي شوټولنه دمرګ دګواښ څخه ژغورل کیږی اسلامی ټولنه کی داموالوتحفظ:لکه څنګه چی دانسان ژوند قیمتی دی همدغه راز يي مال هم ارزښتناک دی باید ساتنه یی وشی دبل مال دخوراک څخه موقرآن په لاندی الفاظومنعه کوی ولاتأکلوااموالکم بینکم بالباطل ژباړه : خپلومنځوکی مو مالونه په ناحقه مه خورۍ دحجۍ الوداع په موقع نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خپله هراړخیزه خطبه کی دبشری حقونوپه اړه وفرمایل ای خلکو !ستاسو وینه ستاسومالونه اوستاسوعزتونه په یوبل داسی حرام دی لکه نن ورځ چی پدی ښارکی ددی میاشتی حرمت دی هرمسلمان دبل مسلمان وروردی څه چی پخپله اغوندۍ هغه ته یی هم واغوندۍ څه چی پخپله خورۍ په بل وروریی هم خورۍ ....داسلام دبشری حقونوپه اړه دامشت نمونه خروار مثالونه ووکه بشری حقونوپه اړه داسلامی اووضعی قوانینوپرتله وشی وبه پوهیږوچی یواځی اسلام دی چی دبشراوټولنی حقونه یی خوندی کړی لدی روسته به ان شاءالله په ځانګړي توګه دبشری حقونوپه اړه معلومات وړاندی کوو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افسوس", "output": "افسوس افسوس ستا په وفا کومه داستا وفا اوکه جفا د ياره ته به خوشحاله ي ډير چي زه وفا کومه خو نه! داستا غلط فکر د يته په غلطه ي اوس تاخو زما معصوم زړگي باندي اوس لوبي کړيتا زمامينه ځوانيمگه کړله زه دي دژوند ځني بي زاره کړم زه به نور څه نه وايم يواځي دومره وايم خداي دي محبوب غوندي مين کړه په چا مرام راډيو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خارجې لاس وهنې اودکرزې انګیرنې", "output": "خارجې لاس وهنې اودکرزې انګیرنې د حاجی مهاجر � �یکنه خلګ واېې چې په سیاست کې هرځه لیدل کیداې سې اوهرځه اوریدل کیداې سي .ځوورځې کیږې چۍ و� �سمشرکرزې په ډیره وارخطاېې چغې وهې چې زموږپه ټولټاکنوکې خارجې لاس وهنې کیږې اودامریکا دمتحده ایالاتودسفی� �اوځوکاندیدانولیدونوډیرویرولې دې . خنداوره خوداده چې ولې کرزې صاحب ډیرناوخته په دې پوه سوچې دلته خارجې � �اس وهنې روانې دې په داسي حال کې چې دې پخپله دخارجې لاسوهنوپه نتیجه کې راغلې دې نه دولس دارادې پعاساس ،؟ � �اځودې خبرې ته چي لاس وهنې کله شروع سوې لږمخکې ولاړسو . لومړې رسمې اوعلنې مداخله دامریکادمتحده ایالاتودبن په کنفرانس کې وه چې استادستارسیرت دکنفرانس دګډون والونه دولس راېې وړې وې اوکرزې دوې راېې ولې ام� �یکایانوفشارواچوه هغه لیرې کړې کرزې داسې ځوک ؤ چې دیوه لوې کلې ملکې ته هم جوړنه ؤ لاکن ا دبش ادارې په ډیره سپین سترګې دافغانستان دقهرمان ملت پراوږوسپورکړې . کرزې صاحب په هغه ورځ ولې دااعتراض نه کاوه چې امریکایان زم وږپه چاروکې لاس وهنه کوې ؟ کرزې صاحب خویو ښه عادت لرې چې په ژوند کتاب نه ګورې که هغه بش په جګړه کې کتاب وګورې بیا دې په خپله هنداره کې وګورې چې دې پخپله څنګه اوچا واک ته رسولې دې یوه ډیرناڅوانمردانه لاس وهنه پخپله دکرزې داسما ن نه ددې ملت پرسرنازلیدل وه چی دبش ادارې ترسره کړه ؛ دوهم کله چې افغانستان خبره راغله دامریکا نماینده خلیل زاد اولخدارابراهیې په وچ زوراوفشا ردافغانستان پخوانې پاچا له قدرت نه منصرف اوکرزې په لویه اضطرارې جرګه کې بخاص په زور، چال ، فریب یا دافغانستان دمظلوم ملت پرسر وتراپې چې ټولې ناخوالې هم دهغې ورځې نه راپیدا سوې .هغه کتاب چې داضطرارې لوې جرګې په نامه دحقوقو بشرکمیسون لیکلې اوچا ب کړید ې سړې وګورې چې خلیل زاد. اولخدارابراهیمې دکرزې دپاره څومره لاس وهنه کړیده اوپخپله په جرګه کې دکمیسون د� �ایحې برخلاف کرزې ځه کارونه نه دې کړې . هغه ورځ ولې کرزې صاحب ته دافکرنه ورتلې چې داخوښکاره درغلې اولاس وهنې دې .کرز ې هغه ځوک ؤ چې په ټول ملت کې ېې دومره په چاباورنه درلودې چې دده امینت وساتې بلکه دده دخوب اطاق هم ام� �یکایانو ساتې اودکورنې غړې به اهم امریکایانوتلاښۍ کیدل دده دملاقات ټول خلګ دامریکایانوسپوتلاښۍ کول هغه مداخله نه وه . دریم : - دولسمشرې په تیرو ټولټاکنوکې چې کومې درغلې وسې . کومې دملت پیسې ، دو� �تې ارګانونه اووسایل وکارول سوه دنوروکاندیدانوصندوقونه دهلیکپترنه دکوګچې دریاب ته ورغوځول سوه اوپه ه ه� �مند اوترین کوت کې کندهاراونوروولایاتوکې دخلګونه کاروتونه دوالیانواوولسوالانوپه واسطه راټول سوه اودکرزې په ګټه استعمال سوه په هغه ورځ ولې ددرغلیواولاس وهنې خبره دکرزې صاحب خولې ته نه ورتله . ځلورم :- داچې بش به په هرمیاشت دوکې ټول هدایات له واشنګتنه کرزې ته صادرول اوپه تلفون به ېې ورته هدایت کاوه هغه دافغانستان په کورینوچاروکې هیځ لاس وهنه نه وه .؟ پنځم : - دکرزې اکثریت والیان اووزیران خارجې هیوادومعرفې کړید ې اوکرزې ېې نه سې لیرې کولې چې یومثال ددبانیدینوچارووزیر اسپنتا ددې پارلمان ردکړیدې ولې کرزې ېې نه سې لیرې کولې تردې لویه لاس وهنه بله چیرې ده .؟ شپږم : داچې کرز ې پخپل دولت کې ایرانې جاسوسانوته ججه ورکوې داخارجې لاس وهنه ولې ځوک نه یادوې ؟ اوم : داچې ترکیه دیوې خوا ځان دافغانستان دوست بولې دبلې خواهغه خاین داړه ماران چې ټول عمردافغانستان دتجزیې اوورانې خوبونه وینې اوټول ژوندېې دناروا ، � �تل وقتال کې تیرکړې دې ترکیه ېې په ډیرافتخارحمایه کوې اودافغانستا ن دخلګوپراوږوسپره وې کرزې صاحب ددې مداخ� �ې په هکله ولې ځه نه واېې ؟ ویل خولاڅه چې هرکارچې زموږدوطن خارجې دښمنان کوې کرزې دهغوې جاسوسان پالې اودملت پراوږوېې سپروې تردې لویه لاس وهنه چیرې ده چی ترکیه دوستم غوندې قاتل اودملې وحدت دښمن چاغوې . په افغانستان کې که دامیکا مداخله ده اوکه دنورهیوادو ، یاګاونډیانوټولوته کرزې لاره خلاصه کړیده افغانستان عمله دمداخله ګرانواودهغوې دنوکرانوترمنځ ویشلې دې کرزې ولې دمداخلې نه بد وړې . اصلا کرزې راوستل سوې ددې دپاره دې چې دده په وجودکې دافغانستان ټولې چارې پردې سمبال کړې . داچې ولې داخبرې کوې ؟.داډیرمهمه پوښتنه ده .ددې پوښتنې جواب هرچاته مالوم دې اول :- کرزې نورنه په ملت کې نه په نړې ملاتړلرې ، کرزې غواړې اوس په دې ډول ملت وغولوې ولې زه فکرکوم ملت په دې پوهیدلې دې چې کرزې نورپرتي( چټیات ) واېې . دوهم : دې خپله ناکامې به سترګووینې نوباید اوس دخپلی ناکامې دپاره دلایل وتراشې چې سبا خلګوته وواېې چي ماخوول چې لاس وهنې دې دادې زما سره جفاوسوه . پښتانه واېې پړهم یوه وراشه لرې . دریم : کرزې غواړي په دې خبروخپل مخالفین دې ته وهځوي چې دناکامې په صورت کې ورسره خواخوږې ولرې ولې خبره تردې تیره سویده هغه په دې پوهیږې چې داټولې ټګې دي ،نوردکرزې اودهغه بانډ په وجودکې نه افغانستان اونه نړی پرمختګ کولې سې اونه نوروعدې اوبهانې په دردخورې که کرزې یوفیصد هم دافغانستان دښي ګني اوخیر احسا س لرې اوپردې بې چاره ملت دویښته په اندازه زړه سوځې ځوانمردانه دې دیوه بل کاندید ملاتړوکړې اونوردې له قدرت لاس واخلې کرزې داملت نه سې اداره کولې کرزې اصلا دمدیریت دپاره جوړنه دې ،دکرزې نورجوړیدوطمه کول هسې دځان اوملت غولول دې ،کرزې به یاپه څان پوهیږې اویابه نه پوهیږې چاپلوسان به ېې ورته پرګوتوپسرلې جوړوې خونورهغه بیچاره دافغانستان وجوړیدوته عاجزه سویدې ،وبس . یادونه: د � �یکوال نظر په لیکوال پوری محدود دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست كې ماين چاودنې مرګ ژوبله رامنځته كړه", "output": "دخوست ولايت دعليشېرواوتريزيوولسوالۍ اړونددبابرك تاڼې په سيمه كې نن دكب مياشتې په يوولسمه نېټه دسهاردنهوبجوپه شاواخواكې يوتراكتورماين وا� �وزاوۀ .دلومړنيومالوماتوله مخې نوموړى تراكتوردهغه ځاى اوسيدنكيوكوچيانوؤچې يوه تنه ښځه اويوتن سړى پكې م ړه شوي اوڅلورتنه سړي نورپكې ټپيان شوي دي .تردې مهاله پېښې پړه چاپرغاړه نده اخيستې خوپدې ولايت كې دولتي چا� �واكي وايي چې دغه كار دهېواداوهېوادوالودمخالفينوترسره شوى .دنوموړې ولسوالۍ په اړونده سيمه كې پدې نېږدې تې� �وروځوكې دادريم ماين دى چې دملكي وګړيوپه موټروپسې چوي اوله امله يې مرګ ژوبله رامنځته كيږي .دخوست ولايت په ياده شوې ولسوالۍ اوړوندوسيموكې دملي اردو،ملي پوليسواواېتلافي ځواكونولخواچانيزعمليات هم ترسره شوي ،خولدې عملياتوسره سره يې په امنيت كې كوم مثبت بدلون ندى راغلى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كه موقع له لاسه لاړ ه نوافغانستان به بيرته دصفرنقطې ته راو ګرځي", "output": "د 1388 لمريز كال د زمري د مياشتې په 29 نهه ويشتمه ورځ چې د 2009 م كال د اګست د مياشتې له 20 شلمې ورځې سره برابره وه د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات چې له ډير پخوا نه ورته تيارى نيول شوى ؤ په داسې حال كښې تر سره شول چې په هيواد كښې امنيتي وضيعت د ډاډ وړ نه ؤ . همدا وجه وه چې ډيرو لږو خلكو په دغه انتخاباتو كښې برخه واخيستله.د انتخاباتو لومړنى پايلى د سبتامبر په 16 چې 27 ورځې د انتخاباتو له ورځې نه تيرى شوې وى ، اعلام شوى. دا ډيره اوږده موده ده .د انتخاباتو لومړنۍ پايلى دا څرګندوي چې حامد كرزي 54,6% عبدالله عبدالله 27,8 فيصده راى لاس ته راوړي دي. اروپايي څارونكو په انتخاباتو كښې د درغلۍ خبره وكړه او ويى ويل چې په انتخاباتو كښې شا او خوا يو مليون د رايو كارتونه د حامد كرزي په ګټه استعمال شوي دي او همداشان تقريبا له 400000 څلور لكو د رايو له كارتونو څخه عبدالله عبدالله ګټه پورته كړى ده. د انتخاباتو د شكاياتو د كمسيون لخوا كه په انتخاباتو كښې درغلي ثابته شي نو دا به د افغانستان په راتلونكي سياسي او امنيتي وضيعت سخت منفي اثر ولري . د طالبانو د نظام د نسكوريدو نه پس بين المللي ټولنې افغانستان ته توجه واړوله ،د بن غونډه جوړه شوه ، د حامد كرزي په مشرۍ يو حكومت جوړ شو ، د افغانستان له خلكو سره دا اميد پيداشوچې اوس به افغانستان جوړ او د ديموكراسۍ رڼا به د ظلم ، زياتي او بدبختيو تيارى له مينځه يوسي. په 2004 م كال كښې د جمهوري رياست انتخابات تر سره شول ، حامد كرزى انتخابات وكټل او د پنځو كالو لپاره د افغانستان د جمهور رئيس شو. حامد كرزي لومړى د موقتي ، بيا د انتقالي او د انتخاباتو نه پس د افغانستان دمنتخب رئيس په حيث كار وكړ. دا چې د بن په غونډه كښې څومره نيګړتياوې وې ، په هغو باندې خبرى نه كوو. حامد كرزى او افغان ولس ته يو طلايي چانس په لاس ورغى ، بين المللي ټولنې د حامد كرزي حمايت وكړ ، او د افغانستان د جمهور رئيس په حيث يى ومانه او دده بې سارې عزت او درنښت يې وركړ ، افغانستان په بين المللي ټولنه كښې د نوم او مقام خاوند شو ، جنرال مشرف او د پاكستان نورو لوړ پوړو چارواكو د كرزي صاحب د سلام لپاره كابل ته په تك راتك پيل وكړ.، همداشان كابل ته دامريكا د جمهور رئيس ، ددفاع د وزير ، د باندنيو چارو د وزير او نور چارواكو او د اروپايي هيوادو د صدراعظمانو ، وزيرانو او لوړ پوړو چارواكو د تك راتك سلسله هم شروع شوه ، په كابل كښې د باندنيو ډيرو هيوادو د سياسي نمايندكيو تړلې دروازې پرانيستل شوې ، كرزى صاحب په مهمو بين المللي مجلسونو او غونډو كښې د افغانستان د قانوني مشر په حيث د ښكلو او ګرمو بيانيو په وركولو بين المللي شهرت حاصل كړ ، په سپينه ماڼۍ كښې يى تاوده هركلي وشول ، همداشان په لندن ، پاريس ، روم ، بن ، برلين او نورو اروپايي هيوادو كښې كرزي صاحب ته د يو مهم سياسي شخصيت په سترګه وكتل شول.په اسلام آباد ، ډهلي ، تهران ، انقره كښې يى په شاندار ډول ميلمه پالنې وشوې كرزي صاحب ته د بين المللي علمي موسسواو دولتي چارواكو لخوا ستاينليكونه او سترې جائزې وركړل شوې ، د ډاكټرۍ افتخاري شهادتنامې يى هم ترلاسه كړې. لڼده دا چې له كرزي صاحب نه يو بين المللي سياسي څيره جوړه شوه ، د يو شيك پوش رئيس جمهور په حيث هم مشهور شو . زه دا نه وايم چې كرزى صاحب لايق او پوه شخصيت نه دى ، هيڅكله دا خبره نه ده ، خو دا دومره شهرت او مقام ده ته دده د خپل لياقت اوخپلى پوهى په اساس په لاس نه دى ورغلى ، نه هم د كرزي صاحب د حكومت د خارجه پاليسۍ زوراو بركت ؤ ، د افغانستان د باندنيو چارو وزارت په دى كښې هيڅ رول نه درلود ، د افغانستان د باندنيو چارو وزارت په نړۍ كښې د كرزي د مشهورتيا لپاره څه نه دي كړي . دا بين المللي ټولنه وه چې كرزى صاحب يې مشهور كړ ، دا د بين المللي ټولنې قوت ؤ چې كرزى صاحب يې په سياسي ډكر كښې په خپلو پښو ودراوه . دا د بين المللي ټولنې بركت و چې نن سياف ، رباني ، خليلي ، محقق ، دوستم او نورډير مشران په كابل كښې مزې كوي او د قدرت خاوندان دي . په پيښور كښې به چې ځينو جهادى مشرانو د اى اس اى له مشر او يا ددى ادارې له كوم مامور سره كتل نو څو ساعته به ورته په دروازه كښې ناست وو او انتظار به يى ايستلو ترڅو ورته د ليدو او ملاقات وخت وركړشي . د امريكى جمهور رئيس ، د انكلستان صدراعظم ، د اروپايي هيوادو صدراعظمان او وزيران ، د پاكستان جمهور رئيس ، صدراعظ او وزيران خو پريږده ، د هغوى ليدل خو ددوي لپاره ډير مشكل كار ؤ.كرزي صاحب ته چې له هيواد نه بهر كوم حيثيت د خارجيانو لخوا وركړ شو ، هغه حيثيت ورته په داخل كښې دده د همكارانو لخوا حاصل نه شو . كومه همكاري چې بين المللي ټولنې له كرزي سره وكړه ‘ هغه همكاري ورسره خپلو همكارانو او ظاهري دوستانو ونه كړه ،په داخل ورسره د خپلو خلكو لخوا جفا وشه ، اداري فساد خپل اوج ته ورسيد ، امنيتي وضع ډيره خرابه شوه ، د مخدره موادو قاچاق مخه ونه نيول شوه ، دا درى تورونه د كرزي په حكومت له واقعيت له مخې و لكول شول ، او اوس كه په انتخاباتو كښې د درغلۍ موضوع ثابته شي نو دا به څلورم تور وي چې په كرزي صاحب بهو لكيږي ، نور څه پاتې شو ؟كرزى صاحب په داخل كښې تل د انتقاد لاندې ؤ ، دده په حكومت كښې شامل لوړ پوړو چارواكو په ده ښكاره انتقادونه كړي دي ، چې له دغو چارواكو له ډلى څخه د احمد ضياء مسعود او استاد عطا نومونه اخيستلى شو ، يو يى د جمهور رئيس معاون او بل يى د بلخ والي دى، نور داسې ډير چارواكي شته چې وخت ناوخت يى انتقادونه كړي دي . په رسنيو كښې خو د كرزي صاحب په حكومت روزانه انتقادونه شوي دي. په حكومت كښې څوك دي ؟ واك د چا په لاس كښې دى ؟ زياتره هغه كسان دي چې په ظاهر كښې دوستان او باطن كښې مخالفين دي . يوه ورځ راته كرزي صاحب ته ډير نژدې زما يو دوست د كرزي او احمد شاه تر مينځ د اختلافاتو په باره راته داسې ووې .احمد ضياء د آزادۍ له راډيو سره په مركه كښې دا خبره كړې وه چې زه له كرزي صاحب سره په ډيرو مسائلو اختلاف نظر لرم. ،احمد ضياء مسعود د اداري فساد ، بد امنيتۍ او نورې خبرې وكړى نو كرزي صاحب ورته وويل چې 90 % فيصده حكومت ستاسې په لاس كښې دى ، زه چې خارج ته په رسمي سفر لاړ شم نود مهو او لوړو پوستونو د تقرر په پشنهادونو امضا ته كو ى ، . كرزى صاحب په خپل حكومت كښې د چارواكو په ټاكلو كښې له تدبير څخه كار نه دى اخيستى ، كار يى اهل كار ته نه دى سپارلى ، له بيلابيلو ډلو سره يى معاملې كړي دي ، د يو او بل په خوښه يى كار كړى دى ، زير دستانو سؤ استفادې كړي دي ، ده د قاطعيت پر ځاى له نرمۍ او ګذشت څخه كار اخيستى دى. د كرزي صاحب له نرمۍ او ښه سړيتوب څخه سؤ اسفتاده شوى ده ، همدا وجوهات دي چې د كرزي حكومت له ناكامۍ سره مخامخ دى او بين المللي ټولنه ورباندې نيوكې كوي. دوه ورځې دمخه د امريكې لوى درستيز ادميرال مولن د افغانستان په اړه د كانكرس د غړو څو پوښتنو ته ځوابونه وركړل چې يو څو يى په لاندې ډول دي: سوال : آيا له طالبانو سره جنګي الوتكي يعني هوايي پوځ شته ؟ ځواب : نه سوال : آيا له هغوي سره دومره پيشرفته ، مجهز جنګي وسايل موجود دي ، كوم چې ناټو او امريكايي قواوې يى په اختيار كې لري ؟ځواب : نه سوال : نو مشكل څه شى دى ؟ آيا د كابل حكومت بى كفاية دى ؟ ځواب : هو ! دا يو لوى مشكل دى . بل دا چې طالبان خپل هيواد كښې بلد دي ، ځايونه ورته معلوم دي ، له بيلابيلو تاكتيكونو نه استفاده كوي. د امريكى لوى درستيز اقراركوي چې دوي په افغانستان كښې له ستونزو سره مخامخ دي . څو ورځې د مخه د سبتامبر په 17 نيټه د كابل په زړه كښې يوه بله تروريستي حمله وشوه ، د ايتاليى 6 سرتيرى او 10 نور بى ګناه افغانان ووژل شول او په لس هاو نور ټپيان شول ، د ايټاليى صدراعظم برلسكوني سمدستي عكس العمل څرګند كړ او ويى ويل چې ژرترژره بايد له افغانستان نه خپلې قواوې وباسو . بين المللي ټولنې چې په ډير شوق او خلوص يى د كرزي ستاينه كوله او هغه ته يى د يو مدبر رهبر مقام وركړ ، نن هغه ټولنه د كرزي په حكومت نيوكى كوي . دا ولى ؟ هوا ! دا ځكه چې هغوي وليدل چې امنيتي وضيعت ورځ په ورځ خرابيږي ، ادراي فساد قوت مومي او د مخدره موادو قاچاق زياتيږي . هغوي ته ثابته شوه چې افغانان په خپلو كښې سره نه جوړيږي ، دوي له دى طلايي موقع نه كټه نه شي اخيستلاى . هغوي وليدل چې جنګ سالاران ، زورمندان ، د مخدره موادو قاچاقبران نه غواړي چې دا هيواد په خپلو پښو ودريږي او ملت د آرام سا وباسي. اته كاله وشو چې كرزى د افغانستان جمهور رئيس دى ، په لومړي سر كښې چې دى نوى راغى نو د ولس په زړونو كښ د راتلونكي ښه ژوند لپاره ، د افغانستان د آبادى لپاره د خلكو لپاره د كار او روزكار د پيدا كيدو لپاره د اميدونو ګلونه وغوړيدل ، د خلكو په ژوند كښې بهار راغى خو له بده مرغه هر څومره چې د حامد كرزي د حكومت عمر ډيريده په هغه اندازه د خلكو په زړونو كښې د اميد ګلونه مړاوي كيدل اود ژوند په بوستان يې د خزان بادونه چليدل. دا ولى ؟ هو ددى ډير دلايل شته چې يو څو يى دا دي : 1- د كرزي په حكومت كښې د شمال د ټلوالې نفوذ او قوت . ډاكټر عبدالله چې اوس د كرزي په مقابل كښې ولاړ دى د كرزي د خارجه چارو وزير ؤ ، قانوني صاحب د كورنيو چارو وزير او مارشال صاحب هم د دفاع وزير ؤ ، په كابينه كښې نور ډير وزارتونه ، د امنيت رياست او نور مهم دولتي پوستونه د همدې ډلى په لا س كښې واخيستل ، امريكى او بين المللي ټولنې به د همدې ډلې خبرو او نظرياتو ته اهميت وركولو . كرزي صاحب هم ددى ډلى د فشار او تهديد لاندې ؤ لنډه دا چې لاسونه يى تړلي وو او څه يى نه شو كولاى ، د وخت په تيريدو سره يو څه بدلونونه مينځ ته راغلل خو هغه د عمومي متشنجى وضعى د ښه كولو لپاره كافي نه وو. 2- حامد كرزي په دى بريالى نه شو چې د بين المللي ټولنى له حمايت څخه د خپل ځان په ګټه سمه استفاده وكړي او خپل موقف پياوړى كړي. بين المللي ټولنې ده ته ضرورت درلود ، اوس هم كرزي صاحب ته ضرورت لري . زما په نظر كرزي صاحب بايد يو سياسي حزب جوړ كړی وې ، زما د معلوماتو له مخې كرزى صاحب سياسي حزب نه لري . انتخاباتي مبارزه د حزب له ليارې كيداى شي ، په افرادو كمپاين كول منطقي نه ښكاري . زياتره هغه كسان چې د كرزي ، عبدالله عبدالله او ځينو نورو كانديدانو په ټيمونو كښې كار كوي هغوي د جمهوري رياست له كانديانو سره مفكوروي يا نظرياتي نژديوالى يا تفاهم نه لري بلكې هغوي د خپلو شخصي كټو يعنى پيسو لپاره كار كوي ، ماته د يو كانديد د نماينده له خوا وويل شول چې كه د فلان كانديد لپاره كمپاين كوى نو په اول سر كښې به درته 20 شل زره ډالره دركړ شي . ما ورته وويل چې زه له فلان كانديد سره چې ته يى نوم اخلى فكري او نظرياتي توافق او تفاهم نه لرم ، نو څنګه ورته كمپاين وكړم ؟ بيا يى وويل چې پيسې ترينه واخله او بيا مزې كوه. ما ورته وويل چې نه زه دا كار نه كوم ، ځكه چې زما ضمير او وجدان ماته دا اجازه نه راكوي چې دا كار وكړم ، دا خيانت دى او بله دا چې زه د ارواښاد پوهاند رشتين زوى يم ، زه څرنګه كولاى شم دداسى يو كار په كولو د پلار پاك سپيڅلى نوم بد كړم ، پلار راته تل دا ويل چې پيسې په بى عزتۍ هم پيداكيږي ، مهه داده چې عزت وساتل شي ،چې عزت نه وي نو پيسې څه په كار راځي يو مليون روپۍ تاته عزت نه شي دركولاى خو كه يو ه روپۍ د حرام او خيانت له لارې لاس ته راوړى نو هغه ستا د بدنامۍ سبب ګرځي او بيا به ټول عمر مخ توری يى . حامد كرزي ، عبدالله عبدالله ، او يو شمير نورو كانديدانو په انتخاباتو كښې بى حسابه پيسې ولكولى او د پيسو په زور يى كامپاينونه وكړل . كه كرزي صاحب يو منظم حزب درلودلى او په حزب كښې دده د مفكورې پوه او مخلص شخصيتونه وى نو بيا به يى د انتخاباتو د كمپاين چارى د يو اساسي پروګرام او ستراتيژۍ په اساس له مسؤليت سره پر مخ وړې وى او ددرغلۍ مخ نيوى به شوى وى ، اوس كرزي صاحب سم معلومات په لاس كښې نه لري چې چا دده په ګټه درغلي كړې ده ، هر چا چې دا درغلي كړې ده ، هغه په حقيقت كښې د كرزي لپاره خدمت نه دى كړى بلكې له هغه سره يى خيانت كړى دى ، كرزى صاحب پخپله په امريكه كښې اوسيدلى دى او پوهيږي چې په ديموكراسۍ كښې څوك د درغلۍ تحمل نه شي كولاى ، ځكه چې دديموكراسۍ په يو هيواد كښې هر فرد خپل حق غواړ ي او دا حق ورته ديموكراسۍ وركړى دى او څوك پرى خيټه نه شي اچولى كه څوك ورباندې خيټه اچوي نو بيا په هغه هيواد كښې ديموكراسي مانا نه لري . 3- د حامد كرزي په كاري ټيم كښې سم د كار خلك نشته ، د انتخاباتي كامپاين ټيم يى ضعيف ؤ ، كه ددى ټيم ځينو غړو د كرزي د برياليتوب لپاره په انتخاباتو كښې درغلي كړي وي او دا درغلي ثابته شي نو دا د كرزي صاحب لپاره د بدنامۍ سبب ګرځي. زما په خيال په شويو انتخاباتو كښې بى له درغلۍ نه هم كرزي صاحب كټونكى ؤ ځكه چې په مقابل كښې يې ډاكټر عبدالله له 28% څخه زياتى رايى نه شوى كټلى ، متأسفانه اشرف غني په دغو انتخاباتو كښې ډيرې لږى رايى لاس ته راوړى ، نو د كرزي په مقابل كښې كوم قوي كانديد ولاړ نه ؤ .بله مهمه خبره چې غواړم ياده يى كړم هغه داده چې د 1388 د جمهوري انتخاباتو ته 41 كسانو ځانونه كانديد كړي وو ، چه بيا وروسته درى څلور كانديدانو له كانيداتورۍ لاس په سر شو. اشرف غني ، ميرويس ياسيني ، هدايت امين ارسلا او نور ډير شمير پښتانه كانديدان وو چې ځانونه يى كانديد كړي وو ، دا كار د كرزي په كټه نه چې دومره زيات شمير پښتانه ځانونه كانديكړي ، خو خبر ه دا ده چې ځيني يى د يو هدف د پاره له باندنيو هيوادو لخوا تشويق شوي وو چې جمهوري رياست ته ځانونه كاندي كړي ، هدف دا ؤ چې د پښتنو رايى به تقسيم شي او كرزى له مشكل سره مخامخ شي ،او بيا به دوستم ، محقق ، خليلي ، فهيم ، محسني او نور معامله كران كرزي ته ووايي چې دا مونږ وو چې ستا تر شا ودريدو او ته مو كامياب كړى . د خداى پاك شكر دى چې ، محقق ، فهيم ، خليلى د كرزي لپاره هغه راى لاس ته رانه وړى كومى چې دوى يى توقع درلوده ، رمضان بشردوست په باميانو ، غزني كښې تر ټولو زياتى لاس ته راوړى ،او عبدالله عبدالله په كاپيسا ، پروان او پنچشير كښې مخكښې شو . متل دى چې ( مه كوه په چا چې وبه شي په تا )كرزى صاحب بايد اوس په واقيتونه په نظر كښې ونيسي ، حقيقت ته غاړه كيږدي او خپل دوستان او دښمنان وپيژني. اروپايي څارونكو په انتخاباتو كښې د درغلۍ موضوع ډيره جدي نيولى ده ، اوس كه ددى څارونكو او د كرزي د كمپاين د ټيم په مينځ كښى ددغى موضوع په سر دا لانجه غټيږي او خپريږي نو دا به منفي عواقب ولري .په انتخاباتو كښې د درغلۍ په اړه د كرزي د انتخاباتي كمپاين يو غړي د اروپايي څارونوكو د اظهاراتو په مقابل كښې سخت او جدي عكس العمل ښكاره كړ او ويى ويل چې اروپايي څارونكي په انتخاباتي چارو كښې له بى طرفۍ نه كار نه اخلي او مداخله كوي . په داسې حساس وخت كښې د اروپايي څارونكو په مقابل كښې د سخت عكس العمل ښكاره كول مناسب نه دي ، په دى اړه د كرزي صاحب اظهارات لږ نرم او دبلوماتيك وو ، كرزي صاحب وويل چې كه يو څه درغلي شوى وي نو تحقيقات دى وشي. اروپائيان او بين المللي ټولنه په دى خبر ه تاكيد كوي چې انتخابات بايد شفاف او د اعتماد وړ وي تر څو اروپايي او امريكايي قواوى وكولاى شي د هيواد امنيتي چارى يو شرعي حكومت ته وسپاري او پخپله خپلو هيوادو ته په آبرومندانه ډول ستانه شي . اوس د اروپايي ټولنې اعصاب په همدې خبره خراب او كډوډ شوي دي چې دوي د شفاتو انتخاباتو هيله كوله نو ولى په انتخاباتو كښې درغلي وشوه؟ خافير سولانا چې د اروپايي ټولنې ستر دبلومات دى ، څو ورځې د مخه يې د اروپايي هيوادو د خارجه وزيرانو په غونډه كښې وويل زه په دى خاطر ډير سخت پريشان يم چې د انتخاباتو نتائج په لاس كښې نه لرم ليكن پوهيږم چې په پاى كښې به دا انتخابات څومره مشكلات ولري ، زه غواړم چې كارونه سم او ژر سرته ورسي .د ستونزو برسي :كه چيرې د انتخاباتو د شكايتونو كمسيون په انتخاباتو كښې درغلي په كوته كړي او د كرزي صاحب د رايو فيصدي له 50 % څخه راټيټه شي نو په صورت كښې به انتخابات دوهم پړاو ته ورسي. دوهم پړاو ته د انتخاباتو رسيدل څو ستونزې په مخ كښې لري .1- ددوهم پړ او په انتخاباتو كښې به د خلكو كډون ډير محدود وي .2- په دوهم پړاو كښې بيا هم ددرغلۍ امكان ليدل كيږي.3- ددوهم پړاو انتخابات هم بوديجې ته ضرورت لري ، او فكر نه كيږي چې بين المللي ټولنه نورې پيسې بى ځايه ولكوي .4- داسې ښكاري چې حامد كرزى ددوهم پړاو انتخاباتو ته چمتو نه دى ، له اوس نه په ځينو ولاياتو كښې د كرزي پلويانو په لومړي پړاو كښې دده د كاميابۍ جشنونه پيل كړي دي، دا كار د انتخاباتو د ورتيو پايلو له اعلان نه د مخه مناسب نه دى . 5- د ژمي موسم راروان دى او د ژمي سړه هوا به هم د انتخاباتو په پروسه منفي اثر ولري.كه چيرې د انتخاباتو كمسيون په انتخاباتو كښې د درغلۍ له تحقيقاتو نه پس حامد كرزى كټونكى اعلان كړي نو داسې ښكاري چې بين المللي ټولنه به بيا هم شك منه وي او د كرزي حكومت به په رسميت ونه پيژني او كه چيرې يى په رسميت هم وپيژني خو له داسى يو حكومت سره به په خپلو اړيكو او مرستو تجديد نظر وكړى ، دا ځكه چې امريكا او اروپايي ټولنه د د عوامو لخوا تر فشار لاندې دي او احصايې دا څرګندوي چې د امريكا او اروپا خلك په افغانستان كښې د خپلو قواو پاتې كيدل نه غواړي او د خپلو سرتيرود و ژلو تحمل او زغم نه لري . په داخل كښې هم د كرزي مخالفين په قرار نه كښيني ، د داكټر عبدالله عبدالله او د جمهوري رياست لپاره د ځينو نورو كانديدانو پلويان به هم هڅې وكړي چې د تظاهراتو په كولو اوضاع متشنجه كړي. كه اوضا ع متشنجه او كړكيچنه شي نو امكان لري امريكا او اروپايي هيوادونه يو ځل بيا افغانستان ته شا كړي او خپله قواوى وباسي ، كه خداى مكړه په دى حساس وخت كښې داسى اقدامات وشي نو په هيواد كښې به د اويايمى لسيزى حالت راشي . خپل مينځي جكړې به پيل شي ، او افغانستان به د صفر نقطې ته په شا لاړ شي. بيا به طالبان ميدان تهرا ودانګي ، بيا به څوك د شمال په لور ، او څوك به د امريكا او اروپا په لور منډې وهي او ځان به وباسي . كه په دى حساس وخت كښې د افغانستان په انتخاباتو كښې ددرغلۍ په موضوع سم غور ونه شي او سطحي وكڼل شي نو دا ويره شته چه په شمال كښې يو داسې حكومت مينځ ته راشي چې د مركز له اوامرو نه به په رسمي ډول سرغړونه وكړي او په پاى كه به شمال په يو مستقل دولت بدل شي. كرزى به په كابل كښې وي ، شا او خوا ولايتونه به يى د حكومت په دايره كښې وي ، او په كومو ولاياتو او سيمو كښې چې طالبان دي هغه به د ځينو استعماري هيوادو د پټ پلان او ستراتژې ه اساس د طالبانو د مستقيمې واكمني لاندې راشي. هيواد كه بيا ټوټى ټوټى شي ،نو چاته به يى ګټه ورسي ؟آيا له دى وضعى نه به كرزى څه لاس ته راوړي ؟ آيا رباني ، فهيم ، عبدااله عبدالله ، محقق ، خليلي او يا نور قدرت مندان او زورمندان به څه ګټه وكړي ؟ يو واحد افغانستان ، يو متحد افغانستان ،يو موټی افغانستان د ټولو په ګټه دى . دداسې يو متحد او يو موټي افغانستان د لرلو او ساتلو لپاره قربانۍ ته ضرورت دى ، سرښندنې ته ضرورت دى ، اتحاد او اتفاق ته ضرورت دى ، ورورۍ ته ضرورت دى ، مينې او محبت ته ضرورت دى او ملي وحدت ته ضرورت دى. اوس كه له مونږ څخه دا موقع له لاسه لاړه شي او بين المللي ټولنه مونږ ته شا كړي ، بيا به څنګه امكان ولري چې بيا هر څه له صفر نه پيل شي ، بيا به څوك زړه وكړي او د بن غونډه به جوړه كړي ، بيابه څوك راته حكومت جوړ كړي ؟ ما له ځينو مشرانو نه اوريدلي دي چې افغانان پخپله حكومت نه شي جوړولى ، ځكه چې په ددوي په مينځ كښې اختلافات ډير دي او خارجيان هم نه پريږدي چې ددوي لپاره حكومت جوړ كړي. دوي په يو شي اتفاق كړى دى چې اتفاق به نه كوو. په بن كښې چې خارجيانو زمونږ لپاره حكومت جوړ كړ ، د افغانستان خلكو هغه د مجبوريت له مخى ومانه ، هلته اصلي خبره داوه چې ظاهر شاه په مينځ كښې ؤ ، د افغانستان خلك ظاهر شاه ته خوشبينه وو ، او هغه ته سترګې په لار وو ، كه ظاهرشاه په مينځ كښې وسيله شوى نه وې نو دا حكومت نه شو جوړاى او نه به كرزى د افغانستان رئيس ټاكل شوى وې ، نه به عبدالله عبدالله خارجه وزير ، نه به قانوني داخله وزير او نه به مارشال ددفاع وزير شوى وې ، په ظاهر شاه باندې چل وشو ، امريكى او بين المللي ټولنې په هغه فشار راوست چې افغانستان ته ستون شي ،خليل زاد د افغانستان په چارو كښې منفي رول لوبولى دى او اساس يى غلط ايښی دى ، خداى دى ده ته انصاف وركړي . زما خور ډاكټره زرغونه زيور رشتين په كابل كښې په لويه جرګه كښې حاضره وه ، هغې خليل زاد ته وويل چې مونږ قانوني صاحب ، فهيم صاحب او عبدالله صاحب ته احترام لرو ، خو د خارجه ، داخله او دفاع كليدي وزارتونه دى دوي ته وركړل دا دى ښه كار ونه كړ او مشكل دى جوړ كړ ، پښتانه به څه كوي؟ دوي ته په سپك نظر وكتل شول ، زه لاړم او نور په هيڅ داسې ساختكي جرګو كى برخه نه اخلم ، لطفا بيا راته خبر مه راكوۍ.چې بله داسې جرګه او غونډه كښې برخه واخلم امريكه پوهيده چې د ظاهر شاه نه پرته هيڅ كار سرته رسيدلى نه شي ، خو كله چې ظاهر شاه افغانستان ته راوستل شو نو په ارک كښې بندي ؤ . اوس چې ظاهر شاه وجود نه لري نو د افغانستان ستونزې زياتى شوىدي ، اوس دومره ستونزى او مشكلات پيدا شوي دي چې څوك نه پوهيږي څنګه يى چاره وكړي ، له هر چا نه لار وركه ده.ظاهر شاه كرزي صاحب ته قرآن پاك په لاس كښې وركړ او ورته يى وويل چې دا قرآن به تا ساتي ، كرزي صاحب بايد د ظاهر شاه حق په ځاى كړى وې ، د خليل زاد په ذريعه به يى امريكى او بين المللي ټولنې دا خبره رسولى وې چې ظاهر شاه دى د افغانستان جمهور رئيس وي او زه به د هغه صدراعظم يم ، كه دا ورسه چا منلۍ نه وې نو دا هرڅه به يى پرې ايښي وو . شمال ټلوالى د كرزي نه به بغير دوه ورخې حكومت ننه شو كولاى ، دا د ظاهر شاه او كرزي بركت ؤ چې د ا حكومت تر اوسه و چليد. كه تاجك يا هزاره او يا اوزبك د افغانستان جمهور رئيس وې او د پښتنو په سيمو بمبارۍ شوې وې نو پښتنو به هغه جمهور رئيس يوه ورځ هم په قدرت كښې پرې ايښې نه وې او ورته به يى ويلى چې ستا داسى داسى وكړم ، ته په مونږ باندې بمباري كوى ، زمونږ ماشومان ، زمونږ سپين ږيري وژنې ، او مونږ تباه كوى ، صبر وكړه اوس به دى خوښ شم . كرزى صاحب پښتون دى ، كه څوك څه ويلى نه شي ، ځكه چې جمهور رئيس پښتون دى ، همدا وجه ده چې بين المللي ټولنې دا فيصله كړى چې د افغانستان جمهور رئيس بايد پښتون وي ، دا ځكه چې په دى وسيله هغوى خپلو اهدافو ته رسيږي ، او هغه اهداف څه دي ؟ هغه د پښتنو وژل او سپكول دي. په پښتنو چې بمباري وشي او خلك ووژل شي نو بيا د هغى سيمى يو څو كسان ارک ته راوستل شي ، له كرزي سره د ملاقات زمينه مساعده شي ، د مصيبت ځپلو اوښكې د يو روپو په وركولو پاكى شي او بيا لږه موده تيره نه وي چې بيا يوه بله ناوړه پيښه وشي ، همدا سې پيښې كيږي او پښتانه در په در كيږي ، ډاكټر نجيب به پكتيا ته د مجاهدينو د وژلو لپاره اوزبك كليم جم ليږل ، د پكتيا خلك نجيب ته ډير په غصه وو ، يوه ورځ د نجيب يو خپلوان چې د خور خاوند يى ؤ ، نجيب ته لاړو او هغه ته يې وويل چې ته ډير بى غيرته سړى يى ، كليم جمانو زمونږ په كلي كور چا ستا خپل كلى كور دى او ستا خويندى ورونه او عزيزان پكښې اوسيږي بمباري كوي او ستا عزيزان وژني ، ته امر وكړه چې دا كليم جمان زمونږ سيمى ته رانه شي ، مونږ پخپله ځانونه ساتلى شو او که كوم خطر راشي نو دفاع كولى شو . نجيب خپل دى اوښي ته وكتل او ورته يى وويل چې كه مې اوښې نه وې نو له تا سره به مې كتلي وو. دا كيسه راته د نجيب يو خپلوان چې له ماسره يى په طياره كښې له پيښور نه كويت ته سفر كاوه وكړى وه. خبره داده چې كاش كرزى صاحب پښتون نه وې ، دا كرزى ددى حكومت سر پوش دى ، كه دا سرپوش نه وي نو بيا به حالت بل شان ؤ.. څه بايد وشي ؟ زما په نظر ښايي چې د افغانستان د ملي كټې په نظر كښې ونيول شي او يوه داسې لار ولټول شي چې ملي وحدت تامين او اوضاع تر كنترول لاندى راشي . په دى حساس وخت كښې كه كرزى په ارک كښې نه وي نو سياسي او امنيتي وضع به نوره هم خرابه شي ، زه څو پيشنهادونه لرم.كه 1- كه چيرى د ټاكنو په نتائجو د بيلابيلو داخلي او خارجي خواو ( بين المللي ټولنې ) لخوا موافقه ونه شي او د كرزي حكومت په رسميت ونه پيژندل شي نو بايد لويه جرګه راوغوښتل شي .2- په لويه جركه كښې د يو جمهور رئيس ټاكل .3- د صدراتي نظام اعاده كول يعنى كه د جمهور رئيس په څنګ كښې صدراعظم وي نو په جمهور رئيس به فشار كم شي او صدر اعظم به جمهور رئيس ته مسؤليت ولري.4- د دفاعي ، خارجي ، اقتصادي او فرهنګي چارولپاره د كميټو جوړول او په راس كښې يى د پوهو ، تجربه كارو او مسلكي اشخاصو ټاكل . 5- د صدراعظم په پيشنهاد د وزيرانو معرفي او د يوى با صلاحية مسلكي كميټې لخوا د نوماندو وزيرانو د دوسيو څيړل او نظر وركول . ( د يو زير دوسيه بايد وكتل شي ، د ښوونځي شهادتنامى او نمرات يى بايد وكتل شي ، داسې نه وي چې په ښونځي كښې په واسطو كامياب شوى وي او اوس غواړي وزير شي ، همداشان لوړ تحصيلات يى هم بايد وكتل شي او معلوم شي چې په كومه رشته كښې يى زده كړى كړى دى ، ددى په خوا كښې ښايي د نوماند وزير كاري او اخلاقي سابقه وكتل شي ، او معلوم شي چې په كومو ادارو كښې يى كار كړى او څومره لاس ته راوړنې او ابتكارت لري ، او دا هم بايد معلوم شي چې كوم غير اخلاقي كارته يى لاس نه وى اچولى . يوه ورځ راته يو دوست وويل چې فلاني وزير له خپلى سكرترى سره په دفتر كښې د عشق كولو په حالت كښې و چې يو څوك ورباندى ورغى او دا صحنه يى وليده. ما ورته وويل كوره داسې مه وايه بيچاره وزير ولى بدناموې ، هغه قسم وخوړ او راته يى وويل چې له نورو خلكو نه پوښتنه وكړه ، يو ورځ مسكين يار صاحب په تلفزيون كښې د هغه وزير اخلاقي سوانع بيانولى نو بيا مى يو څه باور وكړ. 6- وزيران بايد وطن پرست وي ، د خارجي هيوادو جاسوسان نه وي ، د هيواد ملي ګټې بايد له خپلو شخصي ګټو څخه لوړى وګڼي او خيانت ونه كړي . لنډه دا چې د وزيرانو ، سفيرانو او واليانو او نورو لوړو چارواكو په ټاكنه كښې دقت په كار دى ، دا د جمهور رئيس مسؤليت دى ، دى خو په يو سر نه شي كولاى هر كار وكړي ، دى بايد له خپلو مشاورينو نه كار واخلي ، پنځوس مشاورين لري ، معاشونه وركوي او سم كار ورنه نه اخلي .هيله ده چې په راتلونكي كښې كه هر څوك جمهور رئيس كيږي نو د وزيرانو ، سفيرانو ، واليانو او نور چارواكو په ټاكنه كښې له سم فكر څخه كار واخلي ، دولت داري او حكومت داري خو څه ټوقو كار نه دى، د ديرش مليونه افغانانو د سرنوشت خبره ده.د ولسي جرګى وكيل صاحبان هم بايد د وزيرانو په باره كښې معلومات ولري او مناسب وزير ته د اعتماد راى وركړي ، زياتره وكيلان د خپلو شخصي كټو په خاطر او يا له بره نه د فشار په خاطر يو وزير ته راى وركوي، داسى كار بايد په راتلونكي كښې ونه شي ،ولسي جرګې يو وزير ته چې فرهنګ نوميږ ي او د اقتصاد وزارت ته نوماند ؤ د اعتماد راى ورنكړه ، بيا كرزي صاحب هغه د تجارت د وزير په حيث ولسي جرګى ته معرفي كړ ، دا ځل يى د اعتماد راى حاصل كړه او وزير شو ، تير كال بيا د ولسي جرګې لخوا استيضاح شو او سلب اعتماد شو. له دى كارسره هم د ولسي جرګې حيثيت تر پښو لاندې شو او هم هغه وزير بى آبه شو. هيله ده او دعا كوو چې هر څه د خداى په فضل سم شي او داسې و نه شي چې موقع له لاسه لاړه شي او افغانستان د صفر نقطى ته وكرځي او بيا به هر څه په صفر كښې ضرب شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزني : ټېلېفوني شبکو بېرته په فعاليت پيل وکړ", "output": "په غزني ولايت کې له ١٠ ورځني ځند و� �وسته یو ځل بیا موبايل شبکو په فعالیت پيل وکړ .دغزني دوالي وياند اسماعيل جهانګير وويل چې په غزني کې دموباي� �ونو دفعاليت د بېرته پيلولوپه برخه کې دغزني والي اود مخابراتو وزارت ډيرې هلې ځلې کړې دي .په دغه ولايت کې افغان بيسيم، روشن، ام تي ان او داتصالاتو نا دولتي مخابراتي شبکې فعاليت کوي.طالبانو لس ورځي دمخه دا شبکې په ټپه د� �ولی وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ګواښونو په وړاندي د علماوو رول", "output": "هغه څو ک چي د اسلام د مبین دین په هکله پوهنه او معلومات لري په دې کي څه شک نلري چي د علماوو او پوهانو م� �ام په اسلام کي ډېر وچت دي او د ولسونو نوري طبقې د هغوی مقام ته نشي رسېدلای ، د علماوو د منزلت او د هغوی د فضیلت په هکله قرآنکریم او سنت نبوي غوره شاهدان دي د هغوی مناقب او فضایل ډېر زیات دي ، علماء د الله تعالی او د هغه دبندګانو ترمېنځ یوه د وصل کړۍ ده دا ځکه چي یوازي علماء کرام دي چي خلګو ته د الله تعالی دین رسوي او الله تعالی او د هغه رضاته د رسېدلو لاري مسلمانانو ته ورښیي . سفیان بن عیینه (رح) فرمایي : أرفع الناس منزلة مَنْ كان بين الله وبين عباده، وهم الأنبياء والعلماء تر ټولو انسانانو د زیاتي لوړي � �تبې څښتنان هغه څوک دي چي الله تعالی او د هغه بندګان سره وصل کوي او هغوی انبیاء کرام او علماء دي . دا ځکه چي علماء د انبیاوو په ام تونوکي د هغوی نائبين او په علم کي د هغوی وارثان دي علماء هغه څوک دي چي کشر او مشر، حاکم او محکوم ، مسکین او بډای او د ټولني هر وګړی ورته اړتیالري ، د هغه منزلت په اساس چي الله تعالی هغوی ته په امت کي ورکړی دی دهغوی په غاړه دروند مسؤلیت هم پروت دی ، که هغوی خپل مسؤلیت په سالمه توګه سرته ورسوي د خلګو دنیوي او اخروي چاري سم ېږي ځکه خو ویل کېږي . إن زلة العالم كالسفينة تغرق ويغرق معها خلق كثير د عالم ښویېدنه د کشتۍ په شان ده چي په خپله هم غرقېږي او نور خلګ هم زیات ورسره غرقوي. ال� �ه تعالی د علم له څښتنانو تعهد اخیستی دی الله تعالی فرمایي : وَإذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُم ُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلاً فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ} (آل عم� �ان: 187) کله چي الله تعالی له هغو کسانو (د یهودو او نصاراوو له علماوو) څخه چي هغوی ته د الله له خوا کتاب سپارل شوی دی ددې تعهد واخیستلو چي هغه آسماني کتاب به خلګو ته بیانوۍ او د هغه احکام به نه پټوۍ خو هغوی دا وعده شاته وغورځوله او په هغه باندي یې ناڅه نغدي واخېستلې هغوی بده خریداري وکړه . تش� �یح : الله تعالی خپل کتاب د یهودو او نصاراووعلماوو ته ددې لپاره سپارلی او هغوی ته یې حواله کړی دی چي دوی به د هغه احکام خلګو ته بیانوي او د مصلحتونو او مادي مفاداتو په خاطر به د هغه فیصلې او احکام له خلګو څخه نه پټوي او نه به یې بدلوي خوهغوی ددې کتاب احکام د خپلو مادي ګټو د لاس ته راوړلو او ددنیوي مفاداتو د حصول ذریعه وګرزوله او تجارت یې په کي پیل کړ دا ډېره بده سوداګري ده چي هغوی دین او د هغه احکام د د نیوي بې ارزښته مفاداتو د حاصلولو لپاره وسیله ګرزوي . همدا راز علماوو ته په کار ده چي کله هم د خپلو مادي منافعو په خاطر او یا د واکمني طبقې د فشار په اثر کي ددین احکام پټ نکړي او نه کوم تأویل او یا تغییر ورته ورکړي بلکه هغوی باید لکه څرنګه چي د شریعت ح کم وي هغسي یې خلګو ته بیان کړي ولو که هغه شرعي حکم هغه ته او دهغه مقام ته په ظاهري شکل خطر پېښوي . الله تعالی د یهودو او نصاراوود علماوو په هکله فرمایي : إنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُوْلَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللاَّعِنُونَ (البقرة: 159) هغه کسان چي پټوي هغه څرګند او روښانه دلایل او لارښوونه چي مونږ نازله کړي ده وروسته له دې چي مونږ خلګوته هغه په آسماني کتاب کي بیان کړل دوی هماغه خلګ دي چي الله تعالی هم لعنت ورباندي وایي او لعنت ویونکي هم لعنت ورباندي لېږي . په علماوو باندي واجب ده چي د اسلامي امت خیر خواهي په خیال کي وساتي او هغوی ته دین او د هغه احکام روښانه او بیان کړي تر څو په داسي عصر او وخت کي چي د اسلامي امت په وړاندي ګواښونه ډېر زیات دي او فتنې د توري شپې د ټکو په شان له اندازې څخه زیاتي دي مسلمانان وېښ واوسي او له انحراف او د دښمنانو له غولوونکیو تبلیغاتو څخه وساتل شي . عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : بادروا بالأعمال فتناً كقطع الليل المظلم؛ يصبح الرجل مؤمناً ويمسي كافراً، أو يمسي مؤمناً ويصبح كافراً، يبيع دينه بعرض من ا� �دنيا(صحيح مسلم) له أبو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دنېکو عملونو خواته ګړندي شۍ له داسي فتنو څخه لکه د تکي توري ترږمۍ ټوټې چي سړی به په کي سهار مسلمان وي او ماښام ته به کافر شوی وي او ماښام به مسلم ان وي او سهار ته به کافر شوی وي خپل دین او عقیده به ددنیا په زایل کیدونکي پانګي پلوري . د تاریخ په اوږدوکي زیاتي داسي مرحلې په اسلامي امت تېري شوي دي چي په هغوی کي دا امت له زیاتو ګواښونو او فتنو سره مخامخ شوی دی چي بیا ورته الله تعالی د علماوو د هڅو او وېښتابه په برکت او د هغوی د مسلسل جدوجهد په نتېجه کي له دې ستونځمنومراحلو څخه په بریالیتوب سره نجات ور په برخه کړی دی ، له فتنو او ګواښونو څخه ددې امت په نجات کي د علماوو رول او دهغوی اغېزې د تاریخ په بهیر کي مشهوري او د هغه په پاڼو کي ثبت شوي دي ، علماء هغه څوک دي چي هغوی د تیارو د روښانه کولو لپاره د هدایت هغه مشالونه او ډېوې په لاس کي لري د کومو په توسط چي الله تعالی و� �سونه له ترږمیو څخه د رڼا لورته راباسي ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دې امت ته د عزت او برم د مقام د ګټ� �و او تل ساتلو زېری ورکړی دی چي د قیامت تر ورځي پوري به دا دعزت مقام د هغوی په برخه وي ولو که د یولنډ وخت � �پاره ورباندي د فشار حلقې تنګي شي خو دا به زیات دوام نه پیدا کوي او د علماوو په ب� �کت به دا دګواښونو ځنځېرونه د الله تعالی په نصرت سره ضرور ماتېږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : ففي حديث المغيرة وغيره قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم: لا يزال طائفة من أمتي ظاهرين حتى يأتيهم أمر الله وهم ظاهرون ( رواه البخاري) تل به زما له امت څخه یوه ډله داسي ضرور وي چي هغوی به په ساحه کي موجود وي تر څو چي د هغوی د مرستي او نصرت په هکله د الله تعالی پرېکړه راځي او هغوی به ضرور غلبه موندونکي وي . او په دې يقين ساتل ضروري ده چي علماء به د همدې بریالۍ ډلي مخکښان او پېشتازان وي . په دې کي هم څه شک نشته چي په موجوده دور کي چي په ختیځه او � �وېدیځه نړۍ کي اسلامي امت له ډېري خطرناکي او حساسي مرحلې څخه تېرېږي په همدغه وخت کي اسلامي امت داسي د علم او پوهني خاوندانو ته زیاته اړتیا لري چي هغوی د علم په پانګه غني وي ، په خپل دین یې عمل کړی وي ، د خپل امت خی� �خواه وي ، د هغو ګواښونو په مقابل کي چي دې امت ته متوجه دي وېښ وي او دنني تمدن او په هغې کي د اسلامي امت لپاره د ستراتېژي د ټاکلواود واقعیتونو د پېژندلو توان ولري او په دې لاره کي د ثبات حوصله ولري ، په همدې طوفاني سمندر کي همدغه علماء د اسلامي امت د کشتۍ ملاحان دي چي د هغوی مسؤلیت دی چي هغوی به داک� �تۍ د مقصودساحل ته په داسي بڼه رسوي چي ددې طوفاني سمندر له څپو او ګردابونو څخه کوم ضرر ورته ونه رسېږي . نن ورځ مسلمان امت همدغو مشفقو صا� �حو بچیانو ته زیاته اړتیالري ، زمونږ د مسلمان امت په دې ستونځمنه تاریخي مرحله کي هغوی ته په کار نه ده چي له خپلو آسونو څخه راښکته شي او د حق له بیانولو او د واقعیتونو له څرګندولو او د معرکې له ساحې څخه په شاشي بلکه د امت هر عالم او په دین پوه بچي ته په کار ده او ورباندي فرض ده چي د مسلمان امت په خیر خواهي او ښېرازي کي دخب� �و او عمل فعال رول ولوبوي او په هره سطحه چي وي ددې دین ساتنه او د هغه چوپړ خپل ایماني مسؤلیت وبولي اود ټولني د اصلاح او د الله تعالی لورته ددعوت او ددې امت د جوړښت ډګرونو ته په بشپړ اخلاص او قوي عزم سره له پوهني او بصېرته او د وخت او حالاتو له غوښتنو سره سم را ودانګي دا ځکه چي د الله تعالی او د هغه ددین مرسته د ایمان په خاوندانو په تېره بیا د هغه په پوهو او په دین خبرو بچیانو باندي واجب ده الله تعالی فرمایي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ � �َقْدَامَكُمْ (محمد: 7) اې د ایمان خاوندانو که تاسو د الله تعالی (ددین) مرسته وکړۍ الله تعالی به ستاسو مرسته وکړي او (دګواښونواو خطرونوپه وړاندي) به ستاسو قدمونه مضبوط کړي . دا د الله تعالی رحمت دی چي د هغه نصرت او مرسته له خپل دین او د هغه له پیروانو سره کوم ټاکلی حد نلري حتی که زمونږ یو فرد خپل انفرادي ژوند د الله تعالی په لاره برابر کړي هم ددې دین نصرت ګڼل کېږي په دې اساس مونږ باید هرنېک عمل ولوکه وړوکی وي خو بې ارزښته یې تلقي نکړو لکه دا حدیث شریف چي فرمایي : عن أبي هريرة ـ رضي الله عنه قال النبي صلى الله عليه وسلم: إن العبد ليتكلم بالكلمة من رضوان الله لا يلقي لها بالاً يرفعه الله بها درجات (رواه البخاري) له أبو هریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرم ایل : په رېښتیاسره بنده یوه خبره د الله تعالی د رضا لپاره کوي او هغه دې خبري ته په څومره ارزښت قایل نه وي خو مګر الله تعالی یې زیاتي درجې ورباندي لوړي کړي . په دې اساس هره هڅه چي یو مسلمان یې د الله تعالی د دین د مرستي او له مسلمان امت څخه ددفاع او یا د هغه د اصلاح لپاره کوي ګتوره ده او الله تعالی یې ورته اجر اوثواب ورکوي ولو که د خلګو په نظر کي کمه او وړه وي ، ځکه خو کله چي سعد بن ابي وقاص خپل ځان په نورو عادي مسلمانانو غوره احساس کړ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل : إنما ينصر الله هذه الأمة بضعيفها؛ بدعوتهم، وصلاتهم، وإخلاصهم وفي لفظ آخر: ابغوني الضعيف؛ فإنكم إنما تُرزقون وتُنصرون بضعفائكم (رواه النسائي) خبره یواځي داده چي الله تعالی ددې امت مرسته په کمزوري او بېوسه مسلمان باندي کوي دهغوی په دعا او د هغوی په لمونځونو او د هغوی په اخلاص سره ، په بل روایت کي داسي دي : ماته په تاسو کي بېوسه او ضعیف راوغواړۍ ځکه چي د ضعیفانو او بېوسو په توسط تاسوته رزق درکول کېږي او ستاسو نصرت کېږي . د مسلم ان امت د نجات په ډګر کي او د فتنو او ګواښونو له محاصرې څخه د هغه په را اېستلو کي او د بریالیتوبونو ساحل ته ددې کشتۍ په رسولو کي د علماوو بریالیتوبونه تر هغه وخته ممکن نه دي چي هغوی ددې بریالیتوبونو له هغو عواملو او اسبابو څخه کار وانخلي کوم چي د هغوی بری تضمین کوي چي تر هرڅه د مخه یې مقصد یواځي د الله تعالی رضا او عمل یې مخلصانه وي د دین په چوپړ کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تګلاره خپله کړي په ښکاره او پټه کي تقوا او د الله تعالی وېره د هغه شامل حال وي ، د امت خیر خواهي یې نصب العین وي ، او د پ� �هېزګارانو په غوره اخلاقو لکه بردباري ، نرمي او حوصله اوصبر ښایسته وي لکه چي الله تعالی فرمایي : خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْـجَاهِلِينَ (الأعراف: 199) عفو او درګذر خپل عادت جوړ کړه او په نېکو کارونو امر کوه او له ناپوهانو مخ اړوه یعني مه ورسره لاس او ګرېوان کېږه . او لکه چي فرمایي : وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَـمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ (السجدة: 24) او مونږ له دوی څخه هغه څوک مخکښان وګرزول چي هغوی د مونږ د اوامرو سره سم خلګوته لارښوونه کوله په داسي حال کي چي د صبر او حوصلې څخه یې کار اخیستلو او زمونږ په آیتونو یې یقین او کلکه عقیده درلودله . په دې کي هم څه شک نشته چي زیات تره د علم خاوندان ددې امت د رهنمایي او د وضعیت داصلاح لپاره هڅي کوي او دا فکر تل ورسره وي خو د هغوی د بري د نورو عواملو تر څنګ یو بل اساسي عامل هم شته چي هر وخت په تېره بیا په اوسني وخت کي زیاته ورته اړتیاده او د هغوی هڅ ي به زیاتي ګټوري کړي او رول به یې نور هم مؤثر او اغېزمن کړي هغه داده چي هغوی خپلي هڅي مشترکي کړي او یوبل ته لاسونه سره ورکړي ، خپلي حلقې سره وصل کړي ، په خپل مېنځ کي پیوستون پیداکړي یوله بل سره ددې ستر هدف په لاره کي تعاون وکړي ، په خپل مېنځ کي د میني او محبت د مشورو او اجتماعاتو او ورورولي پلونه وغزوي ځکه چي زیاته اصلاح او د مسلمان امت خیر او بری له همدې لاري څخه ممکن دی . په سترو پېښو او لويو ګواښونو کي د هغوی پیوستون دیو څو عمده وجوهاتو په اساس ضروري ده : لومړی : د هغو خطرونو معالجه چي زمونږ مسلمان امت ورڅخه تېرېږي او د هغو تندرونو مقاومت چي د امت په بدن را پرېوزي یو داسي جهاد دی چي د یو څو کسانو او افرادو له وسه وتلی کاردی ولو که د عقل او علم له پلوه هغوی په لوړ مقام کي قرار لري ، زمونږ سلف صالحینو ته چي به کله به په دیني مسایلو کي یوه ستونځمنه پېښه مخي ته راغله ویل به یې : هذه مسألة لو وردت على عمر بن الخطاب رضي ا� �له عنه لجمع لها أهل بدر. دا یوه داسي مس� �له ده چي که د عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه مخي ته راغلي وای نوهغه به دغزوه بدر اصحاب ټول د هغې په هکله د مشورې لپاره را یوځای کړي وای . که دا دهغوی په یوه فردي دیني مسأله کي تګلاره وه نو د داسي وقایعو په هکله څه کول په کار دی چي هغه د ټول اسلامي امت سرلیک او د هغه راتلونکی ټاکي ؟ آیا دا ممکن دی چي یو فرد یې پرېکړه وکړي او په خپله � �ایه فیصله وکړي ؟ په دې اساس په کار ده چي علماء کرام خپلي هڅي یو له بل سره شریکي کړي او خپل صفونه منظم کړي او ځانځاني او خود خواهي شاته ورغورځوي او د مسلمان امت مصلحت ته په خپلو مصلحتونو ترجیح ورکړي ځکه چي له دې ګواښونو او خطرونو څخه د امت کشتۍ ته نجات ورکول یواځي د دوی مسؤلیت او فریضه ده ناپوهان که ددین لپاره مخلص هم وي خو چي علماء یې په یوه خوله رهنمایې ونکړي هغوی داکشتۍ او په هغې کي سپاره ټول ډوبوي . دوهم : په دې کي هم یو واقعیت بین مسلمان څه شک نلري چي که دې امت ته کوم ګواښونه متوجه شوي دي او هغه یې په ستونځو او مصېبتونو اړولی دی غالبًا یې مرسته ددې امت اختلافاتو او بېلتون کړي ده چي په دې اختلافاتو کي بنیادي رول د هغه علماوو او مشرانو او واکمنانو لوبولی دی هغوی ددې زم ینه مساعده کړي ده چي دښمنانو ددې امت په زېرمو او هېوادونوتسلط پیدا کړی دی . درېیم : د فتنو او ګواښونو په وخت کي د علماوو پيوستون له دې وجهي څخه هم زیات ضروري دی چي دا فتنې او ګواښونه د مسلمانانو زړونه بدلوي په هغو کي د حق په وړاندي شبهات او شکونه پیدا کوي ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کي چي مخکي ذکرشوفتنو ته د توري شپې له ټوټو سره تشبېه و� �کړي ده لکه په ترږمۍ کي چي څوک لاره نه شي موندلای همدا راز د فتنو په وخت د حق د پېژندلو په وړاندي سترګي ړندې کېږي چي بیا خو نه حق ویني او نه یې آوري او داسي مونږ ولیدل چي د مختلفو اوښتونونو په وخت کي زیات مسلمانان م نحرف شول چي هغوی له دښمن څخه زیات ددې امت لپاره د سر خوږ او خطرناک ثابت شول . څلورم : د انبیاوو په وارثانو علماء کرامو باندي فرض دی چي د امت د خیر خواهي لپاره هغوی ته د علم په رڼا کي هغه لاري چاري وښیي چي هغوی ددې فتنو په وړاندي وېښ کړي د هغوی ذهنیتونه مقاومت ته آماده کړي او دا په هغه صورت کي ممکن ده چي علماء په هغه څه کي چي عامو مسلم انانو ته یې بیانوي یو له بل سره مشورې وکړي او په یوه خوله شرعي حکم عمومي ذهنیتونو ته ورسوي او عامه ذهنیت په تشویش اخته نشي الله تعالی فرمایي : وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِ� �َبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (الشورى: 38) د ایمان خاوندان هغه څوک دي چي هغوی د الله تعالی استجابت کړی دی او لمونځ یې درولی دی او خپلي چاري د مشورو له لاري پرمخ بیایي او کوم رزق چي مونږ ورته ورکړی دی له هغه څخه د الله تعالی په لار کي مصرف کوي . رسول الله صلی الله علیه وسلم چي الله تعالی ټول ستایلي صفات په کي علی وجه الکمال پیدا کړي وو خو بیایې هم د خپلو ملګرو له مشورې څخه استغنا نه دی کړي او الله تعالی یې د هغوی په مشوره مأمور کوي وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْـمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران: 159) او له دوی سره په کار کي مشوره کوه او چي کله د عزم وکړ بیا په الله تعالی توکل کوه ځکه چي په رېښتیاسره الله تعالی توکل کوونکي بندګان خوښوي . عبد الله بن عباس فرمایي او مفسرینو نقل کړی دی چي الله تعالی او د هغه رسول د بل چا مشورې ته اړتیا نلري خو په دې وجه الله تعالی خپل رسول (ص) په مشوره کولو مکلف ګرزوي چي نور مس� �مانان په راتلونکي کي مشوره کول خپله تګلاره وګرزوي ځکه خو أبوهریره روایت کوي چي : ما رأيت أحداً أكثر مشورة لأصحابه من رسول الله -صلى الله عليه وسلم( رواه الترمذي) تر رسول الله صلي الله عليه وسلم مي زيات بل څوک ونه لیدلو چي � �ه خپلو ملګرو سره یې ډېري مشورې کړي وي . ځکه خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارثانو ته په کار ده چي د هغه تګلاره خپله کړي اوپه خپل مېنځ کي د امت د خیر او بهبود لپاره یوله بل سره تل مشورې کول خپل معمول وګرزوي. پنځم : زیات هغه ذات البیني شر اوفساد چي د علماوو ترمېنځ واقع دی هغه د دوی د یوله بل څخه له لېري والي او د دوی د هغه پرېکړون زېږنده ده چي د اسلام دښمنانو یې د دوی تر مېنځ زړي کرلي دي او په مختلفو اسالیبو یې اوبوي دا ځکه چي که هغوی یوبل ته نژدې شي او یو بل ته لاسونه سره ورکړي د هغوی د اهدافو د تحقق په لاره کي د علماوو وحدت او پیوستون خنډونه او موانع ایجادوي ، علماء باید دا درک کړي چي د هغوی اختلافات ددښمنانو په ګټه او د مسلمان امت په ضرر دي . په پای کي الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه ددې امت د نجات لپاره زمونږ د علماوو ترمېنځ وحدت پیدا کړي او د هغوی د هلوځلو په برکت د امت کشتۍ ته ددې عصر د فتنو له طوفاني موجونو څخه نجات ورکړي (آمین)."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رشوت", "output": "وايم چې هېڅکله دې دفتر ته راغلی نه وای: ډاکټر فيض الله (ثاقب) يو سړي له يوه بډې اخيستونکي چارواکي څخه وپوښتل چې ولې بډې اخلي؟ چارواکي ورته وويل: ګوره وروره: زمونږ تنخاه ډېره لږ ده ، ګوزاره پرې نه کېږي. له بل پلوه ستا نه ما څه دنيا اخيستې ده؟ بس پنځوس روپۍ دې راکړي. او لاسليک مې درته کړی. پدې پنځوس روپيو ستا څه کمېږي او مونږ ته تر بېګا پورې ډېرې روپۍ ترې جوړېږي. نوموړي سړي ورته خپل غوښتن� �يک وروښوده . ګوره دا غوښتنليک مې نزدې په سلو شعبو ګرځولی. او سلګونه لاسليکونه پرې شوي دي. په هر لاسليک مې پنځوس او سل روپۍ ورکړي ته دا ټول حساب که زرګونه روپۍ ترې جوړېږي. زما خو مو خونه را ړنګه کړه. زه خو هم يو غريب او بېوزله سړی يم. دومره روپۍ له کومه کم. خدای مې دې بل ځل تاسو ته اړتيا نه پيدا کوي. وايم چې هېڅ کله دې دفتر ته راغلی نه وای."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مشرف: د ترهګرۍ ضد جګړه كي اخطار راكړل شوى وو", "output": "عبدالله پتمن/كابلد پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف د لومړي ځل لپاره منلې چي د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د گډون لپاره نوموړي ته اخطار ورکړل شوى وو. پروېز مشرف دا خبري له يوه امريکايې ټلوېزون (سي بي ايس) سره په مرکه کې وکړې. مشرف وويل چي د سپټمبر له بريدونو وروسته امريکې ده ته اخطار ورکړى وو، چي که د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې له دوى سره مرسته ونکړي نو بريدونو ته دي چمتو اوسي. هغه زياته کړه چې دا خبره د متحده ايالاتو د هغه وخت د بهرنيو چارو د مرستيال وزير ريچارډ ا� �ميټاج په خوله د پاکستان د استخباراتو مسئول ته او وروسته ده ته ورسېده. پروېز مشرف وويل چي امريکا له دوى څخه غوښتي وو چي د افغانستان پولو ته څرمه پوځي اډې او چيک پوسټونه دوى ته وسپاري، چي پاكستان ورته ونه سپارل. اوهغه مظاهرې وځپي کومي چي د امريکا دبريدونو پر ضد په پاکستان کې روانې دي. د پروېز مشرف دغه مرکه به د راتلونکې يکشنبې په ورځ خپره شي، د يادونې وړ ده چي په همدغه ورځ سپينه ماڼۍ له پاکستان څخه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د مرستي ستاينه کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوهـــــــــــم ويټـــــــــــــــــــــــنام (دډاکټر عبدالباري ژباړه )", "output": "د بينډ ګراينر ليکنه دډاکټر عبدالباري ژباړه د د اګسټ په دوهمه نېټه د جرمني د ”دي څايت“ اونيزي خپروني په خپله ٣٢مه ګڼه کي په عراق کي د امريکا د متحده ايالاتو دپوځونو د يوه فراري سرتيري په هکله دا لاندي څو ک� �ښي نشر کړي، او په عين وخت کي”دي څايت اُن لاين“ ددې کرښو پر خپرولو سربيره ، ددې پخواني سرتيري هغه کتاب مع� �في او بحث ته وړاندي کړيدئ، چي دخپروني په نظر کيداي سي يوه ورځ په هاليوډ کي يوډير مهم مستند او تاريخي فلم پر جوړ سي. د امريکايي پوځونو او استخباراتو د بيحده ظلمونوقربانيان يوازي عراقيان نه ، بلکه خپل سرتيري يې هم د ځان وژني تر پولي رسولي دي: د شپيګل اُن لاين خپرونه د اګسټ پر ١٦ نېټه دپنتاګون د يوه نشر سوي خبر په حوا� �ه ليکي چي: ” په ٢٠٠٦ کال ٩٩ امريکايي سرتيرو انتحار کړيدئ. اوس پر هر ١٠٠٠٠٠سرتيرو ١٧،٣ انتحاري پيښي هغه � �وړه کچه ده چي د ٢٦ کلونو راهيسي يې سارئ نه ليدل کيږي.“ دغه خبر زياتوي چي ” په عراق او افغانستان کي دام� �يکايي سرتيرو د عسکري مکلفيت دمودې د اوږديدل او ددوي ځان وژنه مستقيم ارتباط سره لري.“ دا لاهم ويل سوی دي چي ”په دغو ځان وژنو کي د سرتيرو څخه د کورنيو جلاکيدل (طلاق)، مفلسي او عدلي کړکيچونه هم رول لري.“ عکسونه د شپيګل مجلې دتير کال د شپږمي مخصوصي ګڼې څخه اخيستل سوي دي. د امريکايي پوځ يو فراري سرتيری چي ”Joshua Key “ نوميږي، په عراق کي د خپل عسکري مکلفيت د وختونو په هکله د سترګو ليدلی حال وايي:دا چي د امريکامتحده ايالتونه اوس په عراق کي دخپل دوهم ويټنام سره مخامخ دي،نوې موضوع به نه وي، خو هغه څه چي دې فراري سرتيري يوشوا کاي د خپل مکلفيت په څه نا څه اوو مياشتو کي د سر په سترګو ليدلي دي، د امريکا پر غلطه ستراتيژي باندي په هغه ډيره لوړه کچه انت� �ادونو لاهم په ويلو او اورېدلو ارزي.کله چي سړی دامريکايي قطعاتوپه کړو وړو او وضعيتونو خبر سي، بياددې پوښتني جواب ورته څرګنډيږي چي ولي دوي اوس د هغه دام څخه ځان نسي ايستلاي، چي پخپله يې و ځان ته ايښی دئ. په عراق کي چي هرملکي او بيګناه سړی پر بدځاي او بد وخت برابر سي، نو دډيرو کرکجنو پيښو سره مخامخ کيداي سي: امريکايي ټوپکيان کورونه تر تلاښۍ و� �وسته چور او کنډوالې ځني جوړي کړي. عراقي نارينه د بېهوښۍ تر پولي وهل کيږي او پر ښځو يې (جنسي) تيری کيږي. هر هغه (عراقی) موټر چلونکئ چي ددوي د تلاښۍ د ځايونوتر هغې سپيني ليکي يو متر لا ورواوړي، ځاي پر ځاي وژل کيږي.دالیکنه ده بېنوا ویب پاڼي څخه کاپی شوي ده ما ليدل چي پريوه کوچنی بارکښه موټر په لوي لاس يو ټانک تير سو، ځکه ديوه سرجينټ (وړوکي ظابط) ددې موټر پر سپرليو شکمن سوی وو اونورو امريکايي سرتيرو لا د خوشالۍ چغاري هم ورته وهلې. ما ليدل چي يوه اوه کلنه نجلۍيې هغه مهال پرسروويشتله چي يوه امريکايي سرتيري خپل خواړه ورکړي وه او دې په عوض کي د تناره يوه توده ډوډۍ د منني په توګه ورته راوړې وه. د څلورو کسانو سرونه د بد ګمانۍ په خاطر د مرميو په شليک د بدنونو څخه جلا کېدل اوامريکايي ټوپکيانو هم سمدلاسه فوټبال په کاوه، او دغسي ډيري نوري ... سړی چي ددغه ډول ورځني ظلمونو او بې حده قتلونو په هکله خبري اوري ، نو بې اختياره پوښتنه ورته پيداسي چي په دې خبرو کي خوبه څه زياتئ نه کيږي؟ مګر يوشوا کاي چي ترتېښتي دمخه په عراق کي د امريکايي پوځونود زرهدار (شوبلي) په دريم کنډک کي د استحکام د ٤٣ ټولۍ يو پړکمشر وو، د نوروعيني شاهدانو نومونه اخلي، د مسؤلو مشرانو هويت څرګندوي او د هغو ځاينو او وختونو په هکله خبري کوي چي دغه فجايع به پکښې تر سره کيدل، او په بعضو کي يې دده لاس هم ښکيل وو، ځکه دی د خپلي کورني او خپل آينده ژوند په خاطر مجبور وو چي پوځ ته خپل صداقت وښيي، که نه يابه يې په کاناډاکي د پناه تمه کولاي او يابه يې د امريکا په زندان کي خپل پاته ژوند تيرولاي. روښانه خبره ده، هغه کيسې چي يوشوا کاي يې ددوي د استکباري عملونوپه هکله کوي ، د ويټنام تجربې يې ټکئ په ټکئ تصديقوي.ديادولو وړ ده چي په امريکايي پوځ کي د ژوري کرکي او نفرت روحيه په منظمه توګه روزل کيږي، او د دې دپاره چي نوي سرتيري ( نوکيان) وجنګ ته وهڅول سي، مربيان يې په م غزو کي دغه خبري ورتلقينوي چي : ټوله عراقيان مسلمانان دي او ټوله مسلمانان هم ترهګر دي.دوي د يوه مخه ټګان ، لوچګان، حبيبان، د ريګو زنګيان (حبشيان) او حاجيان دي. هو،يوازي دغه دلايل خو ددې سبب نسي کيدلاي چي امريکايي عسکر دي د ملکي خلګو په ربړولو، شکنجواو وژلو لاس پوري کړي. ددوي څخه چي کله يو د جګړې سيمي ته وليږل سي، نو هلته دکوم مشخص دښمن سره نه مخامخ کيږي، خو دی په دې ښه پوهيږي چي هرګړئ کيداي سي د يوه پټ مورچل څخه ب� �يد پر وسي او يا کوم بم ورته ايښودل سوی وي؛ نوبله پر ودريږي، د بيګناه انسانانو په غچ اخيستلو خپل زړه سړوي او په دې ډول خپله فلجونکې بېره د ځانه ليري کوي. دوي هلته په دې ډول خپل هغه زور او قدرت ښکاره کوي ، چي بل ځاي يې امکان نه ويني، دوي وايي:” څوک زموږ ومخ ته دريدلاي سي؟ موږ د امريکا د متحدو ايالاتو پوځ يو، او هر څه چي مو زړه وغواړي، هغه کوو.“ د کاي خبري چي د خپلو مشرانو د کړو وړو په هکله يې کوي، سړي ته هغه د ويټنام د وختونو فلاکت ورپه يادوي او هغه مشهوره خبره را پورته کوي چي ويل کيدل به: “leadership breakdown” (رهبري د کاره � �ويدلې ده). دلته مقصد د هغو بې کفايته افسرانو څخه دئ، چي خپل اصلي مخالفين په لاس نه ورځي اوپر ځاي يې هغه کسان � �بړوي چي نور ددوي د زور او ظلم تاب نسي راوړلاي. اوس دا بيا ثابته سويده، چي د امريکې اردو په دې لعنت ککړه ده، چي خپلي پخوانۍ تيروتني بيا هم تکراروي. دا نو يا ددوي بې پروايي ده، او يا داچي مسؤلين يې د تکبر بلا (Hybris)نيولي دي، او د ١٩٧٠يمو کلونو راهيسي پر خپلو تيروتنو اعتراف نه کوي. نن ورځ ددوي قربانيان په اول قدم کي عراقيان دي . يوشوا کاي زياتوي چي، موږ د عراق وخلګو ته يوسوغات ورکړيدئ،هغه هم دغه پوخ دليل دئ، چي دوي بايد زموږ څخه پښت پرپښت کرکه او نفرت وکړي او حتا موږ ووژني."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په امن او ثبات كې د مطبوعاتو رول", "output": "په امن او ثبات كې د مطبوعاتو رول � �ك نه شته چې د ولسواكۍ ريښې او ستنې د مطبوعاتو پر ازادۍ او شتون كلكې ولاړي دي،همدا لامل دى چې په ولسواكۍ كې م طبوعات د يوې ټولنې سترګې ،غوږونه او ژبه تشكيلوي،په بله خبره كه په يوه ټولنه كې د مطبوعاتو رول كمزورۍ او ياهم تر سانسور لاندې وي نو هلته اولس د كاڼو،ړاندو او ګونګانو په څير ژوند كوي،تاسو به ليدلي او اوريدلي وي چې په ديكتاتوري او استبدادي دولتونو كې تر هر څه د مخه د ازادو مطبوعاتو ژبه او خوله تړل كيږي،په دې دليل چې ياد شوي دولتونه له خپلو نږدې حريفانو دومره ويره نه لري لكه له مطبوعاتو يې چې لري،دليل يې دادى چې ددوى رازونه او كړنې د اولس تر غوږونو او سترګو ورسوي.مطبوعات نه يوازې دا چې د يوې ټولنې په يومشخص ډګر كې مهم رول لوبوي بلكې د ټولنې په سياسي،اقتصادي،فرهنګي او ټولنيزې ودې كې رغنده او مثبت رول لوبوي،كه چېرې په يوه ټولنه كې مطبوعات ازاد او فعال وي نو پرته له شكه چې هلته به هر اړخيزه وده روانه وي او كه چېرې مطبوعات د سانسور په كړۍ كې ايسار وي او يا هم په يونه يو شكل سره يې ازادي محدوده وي نوهلته بياد ژوند په ډيرو ډګرونوكې ستونزې موجودي وي.تاسو فكر وكړئ په مادي لحاظ د يوشي جوړول هومره ستونزمن كار نه دى لكه په ماناوي لحاظ د يوشي جوړول د بېلګې په توګه دپل ،سړك او تعمير جوړول دومره ګران كار نه دى لكه په ماناوي لحاظ چې يو انسان جوړوي يانې يو ګلكار يا انجينركه په فزيكي لحاظ يوپل جوړوي نو مطبوعاتو په ټولنه كې په مستقيم ډول د يو انسان په مغزو كار كوي او په م اناوي لحاظ انسان تر جوړونې لاندې نيسي،پل ،سړك او تعمير كه وران شي نو جوړ به شي خو كه انسان په ماناوي لحاظ خام شي نوبيا د هغې پخول او جوړل ګران او ستونزمن كار دى،همدلته ده چې انسان ته په ټولنه كې دمطبوعاتو رول او ارزښت له ورايه مالوميږي،يانې همدا مطبوعات دي چې په خلكو كې سياسي،فرهنګي،اقتصادي او ټولنيزه ويښتيا پيدا كوي او ددوى اذهان تنويره وي كله چې په خلكو كې ياده شوي روحيه او ويښتيا پياوړي او ذهني تنوير په وجود راشي نو طبعي ده چې هلته به د ډېرو انسانانوحقوق خوندي او ساتلي وي،شك نه شته چې امن او ارامي په يوې ټولنه كې هر ډول ودې او ترقۍ ته لار هواره وي نو دا د مطبوعاتو رسالت هم دى چې د خلكو سره د امن او ارامۍ په لار كې داسې همكاري وكړي چې خلك په رښتيا هم مطبوعاتو ته دخپلو هيلو او ستونزو د هندارې په سترګه وګوري ،يانې ارامي په هيواد كې د ودې،پ� �اختيا او ولسواكۍ بنسټيز شرط دى،مطبوعات كولى شي چې د مثبتو تبليغاتو د لارې خلك د سولې او ارامۍ په ارزښت وپوهوي كله چې انسان د يوشي په ارزښت وپوهيږي نوبيا هيڅكله نه غواړي چې هغه شى له لاسه وركړي او همدا ډول كولى شي چې د جنګ او جګړې تاوانونه خلكو او ټولنې ته په ګوته كړي خو په دې شرط چې مطبوعات هم پرته له هر ډول تبغيضه خپل درون او ژور مسووليت ادا كړي،په اوسني وخت كې مطبوعات د يو ديموكرات دولت څلورمه قوه تشكيلوي يانې كه چېرې دو� �ت مقننه،اجرايه او قضايي قواووې ولري خو چې مطبوعات يې ازاد او خپلواك نه وي دولت بيا هم نمګړى دى،په بله خبره دا به داسې مثال ولري لكه چې ددولت د بنسټ څلورمه قوه وجود نه لري،دولت د هرې قوې په نه شتون يا كمزورۍ كې د كمزو� �ۍ پړاوونه وهي،كه چېرې مطبوعات خپلې ازادۍ ته په پام سره خلك سولې او ارامۍ ته تشويق كړي شك نه شته چې د بل هرچا او قوې په نسبت به يې موثريت او اغېز زيات وي ،په دې دليل چې خلك او اولس مطبوعاتو ته د يوې داسې شفافې هندارې په ست� �ګه ګوري په كومه كې چې د خپلو هيلو او ستونزو د هواري انځور بريښي نو ښه به دا وي چې د وخت په دې حساسو شيبو كې م طبوعات د خپل قانون په چوكاټ كې د سولې د ارزښت او اهميت په اړه داسې څه خپره كړي چې خلك په ريښتيني ډول دسولې او ارامۍ له پاره كار وكړي،په ټولنه كې سوله او ارامي نه يوازې دا چې د يو چا په ګټه ده بلكې د ټولنې د هر فرد په ګټه ده ،ان تر دې چې مطبوعات هم د سولې او ارامۍ په چاپيريال كې ښه پرمختګ او انكشاف موندلى شي،خو كه په ټولنه كې ګډو� �ي او انارشي حاكمه وي نوطبعي ده چې د نورو ډګرونو په څير به د مطبوعاتو ډګر هم سوړ او پيكه وي او يا به هم دخپلې ازادۍ چوكاټ ماتوي او د نورو يا زورواكانو له پاره به خپرونې كوي چې په داسې حالت كې مطبوعات د هېڅ وخت له پاره خپله بې طرفي او خپلواكي نه شي ساتلي،دا چې ارامي په ټولنه كې د هراړخيزې ودې ضامنه ده نو لاژم دادي چې مطبوعات هم په دې اړه خپل مثبت رول اداكړي. &nbs; p; & nbsp; ميرولي جان لكڼوال"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دټوني بلېر وياند :د نوموړي څرګندونې خرابه تعبير شوي", "output": "د بريتانيا د لومړي وزير ټوني بلېر يوه وياند ويلي چې په عراق کې د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه د نوموړي څرګندونې خرابه تعبير شوي دي. ټوني بلېر د الجزيرې ټلويزيون ته دې سوال ته په ځواب کې ويلي و، چې آيا د امريکا تر مشرۍ لاندې لاس وهنه په عراق کې ناورين دى، ځواب کې يې ويلي و چې ناورين وو. خو د بلېر وياند ويلي چې لومړي وزير يواځې يې سوال تصديق کړى دى. رپوټونه وايي چې د بريتانيا لومړي وزير ويلي د امريکا تر مشرۍ لاندې د عراق نيونه او تاوتريخوالى يو ناو� �ين دى. هغه ومنله چې په ٢٠٠٣ کال کې د عراق له اشغال نه وروسته د دغه هېواد حالت د پروګرام په مطابق وړاندې نه دى تللى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د شمشاد ټلويزون د آسيا او اروپا پرېكونسۍ", "output": "په كابل كې شمشاد ټلويزون چې د پښتو يوازنى چينل دى، او له افغاني او پښتني كلتور سره سمې خپرونې كوي، له نژدې يو كال را په دېخوا د پښتنو په چوپړ كې دى. نوموړي ټلويزون په كابل او ځينو ولايتونو كې د عادي آنتن له لارې ليدل كېداى شي، شمشاد څه موده وړاندې په آسيا او استراليا كې خپرونې پيل كړې. له نېكه مرغه چې څو ورځې وړاندې يې په اروپا كې د ښاغلي م سكينيار د اريانا افغانستان ټلويزون په مټ په اروپا او ټوله نړۍ كې خپرونې پيل شوې. دشمشاد پرېكونسۍ په � �اندې ډول دي: د شمشاد د اروپا پرېكونسۍ: Sat Hot Bird 6 Ku Band Freq 11117 SR 27500 Polarization Vertical FEC 3/4 د شمشاد د آسيا پرېكونسۍ: Asia Sat 2 C Band Freq 03790 SR 02444 FEC 3/4 Polarization Vertical"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له طالبانو سره په مذاکراتو کې د ښکیو کسانو نوم لړ", "output": "د بینوا ویب پاڼه د لومړي ځل لپاره تر هرې بلي رسنۍ په چټکه او دقیقه توګه سره د هغو کسانو نوم لړ خپروي چې د افغان دولت له خوا له طالبانو سره د سولې د پروسې د پر مخ بیولو لپاره غوره کړای شوي دي. په دغه نوم لړ کې چې د ۳۷ کسانو نومونه پکې موجود دي، ځیني یې د پارلمان غړي، ځیني یې د طالبانو دحکومت پخواني غړي، دیني عالمان، حکومتي چارواکي، د ولسمشر سلاکاران او قبیلوي مشران دي. د بینوا ویب پاڼه به ډیر ژر دغه نوم لړ چې په لندن کې یې له یوې سرچینې څخه تر لاسه کړی تاسو ته خپور کړي. ډیر ژر ............."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اېران : د شمالي كوريا اټومې ازموينه دي مباركه وې", "output": "په داسې حال كې چې د شمالي كوريا دغه كار د ډېرو هيوادونو � �ه خوا وغندل شو د فرانسې خبري اژانس د اېران د بهرنيو چارو د وزارت د وياند محمدعلي حسيني له قوله وايي ايران � �ه اټومي ځواك څخه يوه پاكه نړۍ غواړي. خو بل پلو د اېران ډېرو دولتې ټلوېزونې چينلونو د كوريا دا كار ستايلى د� �."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نيويارک ټايمز :بلا اخیره افغانستان ته دامریکا نظر ور اوړي", "output": "د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼي سرمقالهد اکتوبر ١٥، ٢٠٠٨ کالترکلنو انکار او غفلت وروسته،د رئيس جمهور بوش او دده د م� �ستيالانو سترګي بلاخره پر هغه ناتار خلاصېږي چي دوی په افغانستان کي جوړ کړی دی. دوی بله لار نه لري، ځکه د خطر زنګونه د هر کونج څخه اورېدل کېږي. د اتفاق په يوه نادره لحظه کي د امريکا ١٦ استخباراتي ادارې په يوه سلا دا اخطار ورکوي چي افغانستان په يوه خطرناکه کښته روان څرخک کي دی. اډميرل مايک مولن، د امريکايي پوځونو لوی درستيز، په عامه داسي وړاند وينه کوي چي راتلونکی کال به لا سخت کال وي.لکه ټايمز چي په تېره هفته کي راپور ورکړی، د استخباراتي ادارو د راپور خاکه، د مرکزي ادارې د ورانی او طالبانو د قوي کېدلو پړه پر درو مشکلو اچوي: ساري اداري فساد، د هيروينو پراخېدونکی کاروبار، او په زياتېدونکې توګه پرمخ تللي او پېچلي حملې د هغه اورپکو د لوري چي قرارګاوي يې د سرحد پر هغه غاړه، په پاکستان کي دي. که چيري دې دروسرو ته په چټکه جواب ونه ويل سي، د افغانستان جنګ امکان لري چي بايلول سي.د امريکا او نورو ناټو حکومتونو تر فشار لاندي، د افغانستان � �ئيس جمهور حامد کرزي د تېري هفتې په پای کي د داخله چارو وزارت ته نوی وزير وټاکی، دده دنده/مسؤليت به د هيواد د پوليسو پاکول او پياوړي کول وي. ښاغلی کرزی بايد نور خپلي ټولي اړيکي د فاسدو چارواکو سره وشکوي. دی بايد يو قاطع او ريښتنی نظر و هغه اتهاماتو ته هم وکي چي دده پر ورور لګول کېږي،چي امکان لري د هيروينو په کار وبار کي لاس ولري. دا کاروبار د کاله ١٠٠ ميليونه ډالره د طالبانو خزانې ته ګټه رسوي. امريکا هم بايد افغانستان ته اضافي ځواکونه واستوي او نور ملګري هم بايد په دې قانع کړي چي نور ځواکونه واستوي. دا لړزونکې وي چي څوک ويني چي د امريکا د دفاع وزير، رابرټ ګېټ، د ناټو او سپيني ماڼی څخه د کومک فقر غواړي. د جرمني دا تعهد چي ١٠٠٠ کسه نور سرتيري به افغانستان ته واستوي د ستايني وړ دی، ليکن نقص يې دادی چي ددې څخه ډډه کوي چي ځواکونه يې په جنوبي ولايتونو کي ځای پر ځای سي چيري چي جنګونه تر ټولو ډير دي. د ناټو هغه غړي هيوادونه چي نه غواړي او يا نه سي کولای چي سرتېري واستوي بايد د افغانستان د ملي اردو په جوړونه او پراختيايي کارونو کي د پيسو مرسته وکړي.د ناټو دا وروستۍ فيصله چي خپلو ځواکونو ته اجازه ورکوي چي د مخدر توکو د کاروباريانو او لابراتوارنو پر ضد عمليات وکړي ( ډيره ځنډېدلې) شروع ده،مګر اوس هم ډير خنډونه په مخکي لري.د بوش اداره بايد ددې مخالفت څخه لاس واخلي چي د قومي مشرانو سره د کار کولو سره يې کوي چي د طالبانو پر ضد وجنګېږي. د هغه تشويش وخت، چي کرزی کمزوری نسي، دوخته تير دی. د طالبانو د غړو سر هم بايد د روغي جوړي خبري وڅيړل/وکتل سي _ په هغه صورت کي که دوی د جګړې څخه لاس واخلي.واشنګټن بايد د تشويق او فشار يو ښه ترکيب جوړ کړي ترڅو پاکستان په دې قانع کړي چي د طالبانو او القاعده پناه ځايونه بند کړي. ددې هيواد نوي ملکي واکداران او د پوځ قوامندان وايي دوی په هغه تهديد چي اورپکو خلق کړی دی پوهېږي او غواړ چي ورسره وجنګېږي. دوی بايد تشويق سي، او په ډير احتياط سره تر څار لاندي، نظامي او اقتصادي مرستي ورسره وسي.تاسي تصور وکی، که په ٢٠٠٣ کال کي امريکا عراق نه وای اشغال کړی، او په عوض کي يې ددې مملکت ټول منابع او توجو په افغانستان کي د القاعده او طالبانو و ماتولو ته کرځولي وای. اوس هغه خوش بين تجزيه کاران لا وايي چي په افغانستان کي اوس حالت ډير خراب سوی دی، د يوې ښې ست� �اتيجي سره، امکان لري د افغانستان استحکام د ٥ څخه تر ١٠ کالو پوري وخت واخلي.دا يو بل دليل دی چي ولي بايد راتلونکی رئيس جمهور د عراق څخه د وتلو چټک او منظم پلان جوړ او په کار واچوي، او په افغانستان کي، چي د ترو� �يزم پر ضد دجنګ لمړي خط دی، د ځواکونو او مرستو په ډيرولو باندي جدي او چټک اقدام وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "المان دښووني له وزارت سره شل مليونه يورو مرسته كوي", "output": "دالمان دولت اعلام وكړچې،هركال به دافغانستان دښووني له وزارت سره شل ميلونه ايرو ځانكړې مرسته كوي.په هغه غونډه كې چې،تيرماښام دالمان هيواد له لورې دكابل په سرينا هوټل كې جوړه شوې وه، ددغه هيواد دانكشاف وزيرې ميرمن(هوجغك سون) وويل:الم ان چمتو دى چې له افغانستان سره له دې وروسته دخپلې مرستې كچه سل ميلونه هيرو ته لوړه كړي، چې له دغو مرستو څخه به يي شل ميلونه دښووني وزارت ته ځانكړي وي. تردې وړاندې دغه هيواد له افغانستان سره هركال اتيا ميلونه هيرو م رسته كوله چې،ډيرۍ دغه پيسې په بيارغنيزو چارو كې لګول كيدې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کنړ: آصف روفي وایې څارنوالۍ ته نه یم معرفي شوی", "output": "د کنړ ولایت د راډیو ټلویزیون ریس هغه خبرونه رد کړل چې وایې نوموړی د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون د مشر اسدا لله وفا له خوا څارنوالۍ ته ور مع� �في شوی دی. ښاغلي محمد آصف روفي ګړۍ دمخه له بینوا ویب پاڼي سره په خبرو کې وویل چې نوموړی په خپله دنده دې او د هیڅ چا له خوا کومي محکمې او یا څارنوالۍ ته نه دی معرفي شوی. نن داسي خبرونه خپاره شوي وو چې ګواکي د � �کایتونو د اوریدو د کمیسیون ریس اسدالله وفا ویلي چې روفي د یو لړ ادارې ستونزو په سبب د ده له خوا څارنوالۍ ته ور پیژندل شوی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان یو ناکام دولت (د عتيق ليکنه)", "output": "هغه تش په نامه خپلواک دولت چې ځان د یو باثباته سیاسي او اقتصادي واحد په توګه نه شي ساتلي، د اداره کېدو وړ نه وي او د نړیوالې ټولنې په سترګو کې مش� �وعیت ونه لري. په دې وروستیو کلونو کې په دغه نامه نومول شوو هېوادونو کې عراق، سومالیا، زیمبابوې، چاد، کانګو، افغانستان او داسې نور هېوادونه شامل دي.د یو ناکام دولت د ځانګړتیاوو د پېژندنې لپاره په کار ده چې له یو بریالي او باثباته دولت سره پرتله شي؛ داسې یو دولت چې خپلې پولې ساتلی شي، خپل ولس ته لومړني روغتیایي او ښوونیز خدمتونو وړاندې کولای شي، فعاله زیربنا او اقتصاد او د نظم راوستلو او قانون پلی کولو وړتیا ولري. ناکام دولتونه دغه ځانګړتیاوې نه لري. دوی د خپل ولس بنیادي اړتیاوې نشي پوره کولای، اساسي خدمتونه نشي وړاندې کولای، فعاله زیربنا او د نظم ساتلو او قانون پلي کولو سیستم نه لري. په ځینو دغه ډول هېوادونو کې واک د مجرم ینو، جنګسالارانو، وسله والو ډلو او مذهبي بنسټپالو په لاس کې وي او ځیني یې بیا د کورنۍ جګړې په لومو کې نښتي وي. د ناکامه دولتونو تر ټولو ځوروونکی اړخ د ولسي خلکو کړېدنه ده. د ناکامو هېوادونو ناوړه اغیزې یوازې تر اړوند هېواد پورې نه محدودېږي بلکې سیمیېزې او ځیني وخت نړیوالې اغیزې لري. په ناکامو دولتونو کې د ګډوډیو له خپ� �ېدو سره ولسونه له زورزیاتي نه د تیښتې لپاره هېواد پرېښودو ته اړ کېږي. شخړې اکثراً ګاونډیو هېوادونو ته غځېږي او هغوی هم اغیزمن کوي. د ۱۹۹۰مې لسېزې په سر کې د روانډا کورنۍ جګړې، د بيلګې په توګه، د زایر (اوس د کانګو په نامه یادېږي) په نري تار تړلی ثبات له ګواښ سره مخ کړ. ناکام دولتونه د جنایت کارو ډلو او د نشه یي توکو او وسله والو قاچاقچیانو لپاره ښه پټنځای ګرځي. له سړې جګړې وروسته د دولتونو د ناکامېدو له دلایلو څخه یو د ولسواکیو د رامنځته کولو ستونزه ده. په ولسواکیو کې د پرېکړو په بهیر کې د ولسونو پر برخه اخیستنې ټینګار کېږي په داسې حال کې چې زورواکي او مطلق العنانه دولتونه ټول واک په خپله ولکه کې نیسي او ثبات د ظلم او ویرونې پر زور ساتي. له زورواکي نه ولسواکۍ ته په بدلون کې اکثراً د واک تشه (خلا) رامنځته کېږي او له دغې تشې فرصت طلب عناصر ګټه پورته کوي او د واک واګې په خپل لاس کې اخلي. بې کاره اداراه او اداري فساد هم د دولتونو په ناکامېدو کې ستر نقش لري او د دې برسېره د نړیوالو اړیکو کارپوهان د ځینو دولتونو د ناکامېدو لامل نړیوال کپیټلیسټي سیسټم ګڼي ځکه چې کم ځواکي هېوادونه د پور (قرض) تر بار لاندې په ګونډو کېږي او د پرمختګ په لور تګ یې په ټپه درږي.ناکام دولتونه خو دي ناکام خو بده خبره دا ده چې ډیر شمېر یې د بشپړ سقوط په لور روان دي. راځو افغانستان ته؛ افغانستان د ټو� �و منل شوو نړیوالو تعریفونو له مخې یو ناکام دولت دی او چې د دولتونو د ناکامېدو او بشپړ سقوط لاملونو ته ځغ� �نده نظر وکړو نو تر ډیره برېده بشپړ سقوط یې هم له امکان څخه لیرې نه دی.بې کاره اداره، اداري فساد، د قدرت خ� �ا او د ننیو پورونو د سبا بار ټول هغه لاملونه دي چې کېدای شي افغانستان د بشپړ سقوط په لور بوځي. زما په څیر د ګوتو په شمیر افغانان چې ډالري تنخا لري، هغه یو شمېر بډي اخیستونکي چې خیټې یې د رشوت له روپو ډکې کړي او هغه خو� �بینه لیوني چې د امریکا او ناټو په انډیوالي او تل پاتې شتون باور لري، فکر کوي چې افغانستان یو باثباته هېواد دی او د پرمختګ په لور روان دی. که یو کال او دوه کاله نور هم حالات همداسې وي، نو موږ یوه ډیره تیاره رات� �ونکې لرو. په یاد مو وي چې د نړیوال بانک څیړنې ښيې چې په سلو کې څلوېښتو له جګړې راوتليو هېوادونو کې په لسو کلونو کې بیا د جګړې لمبي راپورته کېږي.له ټولو ناهیلیو سره سره د هیلو یوه کړکۍ تل پرانیستي وي. که اوس هم زموږ د چارو واکدارن ژور فکر وکړي، د خپلې خیټې غم شاته وغورځوي د دې ځورېدلي ملت راتلونکی نسل خپل بچیان وګڼي او په داسې تیارو کې یې پرې نه ږدي چې ترې راوتل ناشوني وي، نو د سولې، ثبات او پرمختیا هیلې کېدای شي بیا د ولس په زوړنو کې رازرغونې شي. برېښنالیک: aahmadzai@gmail.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوات: ځانمرګي بريد ١٥پوليس ووژل", "output": "نن د سرحد ایالت په صوات ښار ګوټي کې د پولیسو په یوه مرکز ځانمرګی بریدوشو. په دغه برید کې د ۱۵ پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی. د سوات په مرکز مينګوره ښار کې د پوليسو يو تن چارواکي بشير خان وويل چې ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې ديوولسو بجو په شاوخوا کې وشو . هغه زياته کړه چې ځانمرګى بريد کوونکى په سيمه کې د پوليسو رونيز مرکز ته ننوتى او د پوليسو په منځ کې يې ځان الوځولى دى . د نوموړي په وينا چې په دې بريد کې ١٥ پوليس وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې ٦٠ تنه طالبان مړه او ټپيان شوي دي .", "output": "افغان او ائيتلافى فوځى چارواکو د کندهار د پنجواى او ژړې په ولسواليو کې د غره د ضربې د عملياتو د يوې برخې پاى اعلان کړى ، اوزياته کړې يې ده چې سيمه له طالب جنګياليو څخه پاکه شوي ده . د افغان اردو يو چارواکى احمد پرون يوې خبرى ناستې ته دکندهار د ژړې ولسوالۍ کې کې وويل، دعملياتو په ترځ کې ٢٠ تنه طالب جنګيالى وژل شوي ، ٢٠ تنه ټپيان شوي او د طالبانو د ٢ تنو ځايى قوماندانانو په ګډون ٦ تنه طالب جنګيالى ژوندىنيول شوي دي. ناستې ته د ائيتلافى ځواکونو يو چارواکى ډګ� �وال هوف يادونه وکړه چې دغه سيمې ته طالبان د هلمند، ارزګان ، زابل او پاکستان څخه راغلى دي .چارواکو ويلى چې په سيمه کې دوسلو او مهماتو ٣ ديپوګانى له مينځه تللې، او يو اندازه وسله يې لاس ته راوړې ده . په پنجوايى او ژړه کې عملياتو ٣ ورځې دوام وکړ چې په ترځ کې يې د چارواکو په وينا ١ کانادايى عسکر مړ او د ائيتلاف او افغان اردو ٢ تنه عسکر ټپيان شوي دي. چارواکو ويلى چې ولسى وګړو ته زيان نه دى رسيدلى . طالب جنګياليو تراوسه په دې اړوند څه نه دى ويلى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هند کې د اورښتونو له امله ٧٢ تنه مړه شوي دي .", "output": "د هند د ماديا پرداش، بهاراشترااو راجستان په ايالتونو کې د سختو بارانونو داورښت له امله ٤٠ ، ٢٧ او ٥ تنه په يادشويو سيمو کې وژل شوي دي.د ماديا پرديش ايالت کې ډيرز يانونه کروند واو خلکو ته رسيدلي دي. ددغه اورښت سارى په تيرو ٧٠ کلونو کې نه د ى تر سترګو شوى .ويل کيږي ٣٥ زره هکتاره ځمکه ويجاړه شوي ده او يو شمير کلى زيات زيانمن شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوی پارلمان به د دوشنبې په ورځ لومړۍ غونډه وکړي.", "output": "نوی ټاکل شوی افغان لومړی پارلمان به سبا نه بل ورځ دوشنبه، خپله لومړۍ غونډه وکړي او خپل کار به پیل کړي. ویل کیږي چې دامریکې دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډیک چيني به کابل ته راشي او په دغه لومړۍ غونډه کې به برخه واخلي. نوي پارلمان ته گڼ شمیر افغانان داسې انگیري چې گواکې له وخت تیرولو اودخپلو جیبونو له ډکولو پرته به نور څه له ځان سره ونه لېږدوي. غلام نبي دکابل ښار اوسیدونکی وایي پارلمان به هم دحکومت په شان خپل جیبونه له ډالرو ډک کړي او دخوارانو په کیسه کې به نه وي احمدزی دخاکجبار اوسیدونکی بیا وایي مونږ اړتیا لرله چې پارلمان جوړ شي او داچې بل ورځ ته یې غونډه ده هرکلی یې کوو. حداقل مونږ خو ټاکلی دی خو سیاسي کتونکی او څېړونکی ولي الله شاهین بیا نوی پارلمان د قانون جوړونې او دټولنې دقانوني کیدو په لور یو سترگام بولي خو ولې بیا هم پدې اند دی چې پارلمان به نیمگړی وي. شاهین بینوا ویبپاڼې ته وویل په پارلمان کې داسې غړي هم شته چې بېسواده دي چې طبیعي خبره ده نشي کولای په لویو موضوگانو کې رغنده رول ولري. نوی پارلمان ٢٤٩ غړي لري چې دتیرې سنبلې میاشتې په ټاکنو کې وړونکي وپیژندل شول چې دافغانستان له گوټ گوټه راغلي. دپارلمان دلنډمهالې دارالنشاء وړاندې ویلي وه چې دپارلمان غړیو ته به دکور کرایه، لوړ معاش، ترانسپورتي او تیلیفوني اسانتیاوې به ورته برابرې کړي. دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ دپارلمان ماڼۍ ته نیږدې یوه ځان وژونکي خپل ځان والوزاوه او دوه تنه عام وگړي يې ټپیان کړل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ازبکه نجلۍ", "output": "ازبکه نجلۍ اوس پښتنه پيغله ده! د خوشحال دوست وکيلي ليکنه لطیفه یوه ډیره ښکلی ماشومه وه، د لطیفی ښایست او ساده ګی د پسرلی د ګلانو په شان د لږ وخت لپاره وه او د دنیا غمونه لکه د منی بادونو په شان د هغی په انتظار کی وه. لطیفه په یوه دین داره ازبکه کورنۍ کی زیږ یدلی وه، هغه په خپل مور او پلار باندی خورا ګرانه وه، لطیفه په خپل نیکه هم ډیره ګرانه وه او نیکه به یی یوه � �یبه هم تری نه لری کیده. د لطیفی پلار په فاریاب ولایت کی د غالیو په کاروبار لګیا وه او ژوند یی ښه تیریده. خو دا د ډیر وخت لپاره نه وه. د روسانو راتګ سره په ټول افغانستان کی د اور لمبی بلی شوی. د لطیفی کورنۍ هم د نورو افغانانو په شان له خپل کورکلی نه د بهر په لور په تیښته شول. هغه یوه ډیره شومه ورځ وه. په آسم ان کی تورو وریځو د بدو خبر ورکاوه، په ځمکه باندی خاورو او دوړو سترګی ړندولی. د لطیفی کورنۍ د وردګو و� �ایت له لاری د پاکستان خواته روان وو چی د روسانو د هوایی ځواک تر بریدونو لاندی راغله. د بمونو د� �زهار او د باروتو بوی ټوله دنیا نیولی وه، د بمونو زړه بوږنوونکو غږونو د وړوکی لطیفی غوږونه ځورول. لطیفه د خپل نیکه په غیږ کی پټه وه. د روسانو بمونو لکه د مرګ د پرښتو په څیر د لطیفی ټوله کورنۍ د مرګ منګولو ته وسپار� �ه، یواځی لطیفه او نیکه یی ژوندی پاتی شول. د روسانو بمونو د لطیفی د کورنۍ د غړو غوښی ټوټی هری خوا ته شیندلی وی، د لطیفی نیکه څیری ګریوان او په بده ورځ نژدی کلی خوا ته په منډو شو او په چغو چغو یی د مرستی غوښتنه کوله. د نژدی کلی اوسیدونکی پښتانه کوچیان وو او د بمونو او د لطیفی د نیکه د آواز په اوریدو سره د هغوی په لوری د مرستی لپاره وخوځیدل. وروسته له هغه چی د کلی اوسیدونکو شهیدان خاوروته وسپارل د لطیفی نیکه د کلی یوی پښتنی کورنۍ نه وغوښتل چی یتیمه لطیفه چی یواځی د دری کالو وه د ځان سره وساتی ځکه چی هغوی اوس هیڅ څوک نه درلودل . پښتنی کورنۍ لطیفه او د لطیفی نیکه له ځان سره وساتل. له دی شومی پیښی یو څو ورځی وروسته د لطیفی نیکه هم د غمونو تر بار لاندی مات شو او په حق ورسید او په دی توګه یی لطیفه یواځی پریښوده. ډیر کلونه تیر شول او غمونو خوشحالیو ته ځای پریښود. پښتنی کورنۍ لطیفه د خپل اولاد په شان لویه کړه او اوس لطیفه یوه پښتنه پیغله ده! لطیفی په کلی کی یو پښتون ځوان سره واده هم کړی اومهربان خدای دوه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هرموز په تنگي کې د ايران او امريکې لانجه", "output": "میرویس جلالزی د امریکې متحده ایالتونه وایې چې په تیري اونۍ کې د دوي دریو جنگي بیړیو ته د ایران د حکومت له خوا د لمینځوړلو گواښ شوی وو . د سپین شویو رپوټونو له مخي د امریکې دا دری بیړۍ د هرموز په تنگي کې چې د نړۍ د تیلو عمده سمندري لاره بلل کيږي د ایران د سمندری قواوو له خوا گواښل شوي وي . د امریکې د دفاع وزارت د سمندري ځواکونو یو مشرکیفین کاسگرفو چې همدا اوس د عربو په سمندرگي کې د بیړیو مشري کوي وویل :( د ایران پینځه گړندۍ بیړۍ په نړیوالو اوبو کې زمونږ د جنگي بیړیو خوا ته را لنډي شوي او د راډیویي امواجو له لاري یې زمونږ قواوو ته گواښنه وکړه چې د تهران دا کار واقعاً احمقانه او پارونکی دی) . د امریکې د دفاع وزیر رابرت گیټس د ایران دې عمل ته په غبرگون کې تیره شپه وویل: ( د هرموز تنگی یوه نړیواله حساسه سیمه ده او هره شیبه پکښې د خطر د رامنځ ته کیدو احساس کیږي او د ایران دا کار ښېې چې په تهران کې یو مرکزي او په حال خبر حکومت شتون نلري) . د امریکی د باندنیو چارو وزیری کانډولیزارایس هم د تهران دا عمل پارونکی او ډير خطرناک ښولی دی . بله خوا د ایران د باندنیو چار وزارت نطاق محمد علی حسینی ویلی چې دوي په امریکایي بیړیو د برید کوم پلان ندرلود ، بلکه دا ډغري له یوو ناسم پوهاوي څخه رامنځ ته شوي وي چې وروسته بیا زمونږ بیړي بیرته را تاو شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مسلمانان ټول د يو بدن مثال لري", "output": "مسلمانان ټول د يوه جسم حيثيت لري دایو اسلامي اصل دی او مسلمانان په دې مکلف دي چي دا اصل په خپل ورځني ژوند کي عملي وګرځوي ،زمونږ د ستونځو اساسي لامل دا دی چي مونږ په انفرادي شکل خو هریو د خپلو ستونځو د هوارولو او د منافعو د ساتلو لپاره تل لګیایو خو د بل مسلمان ورور ستونځي خپلي او د هغه ګټي خپلي ګټي نه ګڼو چي د همدې عمل په اساس ځانځاني او د انانیت رنځ ددې اصل ځای نېولی دی په مونږ لازمه ده چي زمونږ ټول كړه وړه باید ددې احساس څرګندوی وي چي د اسلامي امت هر وګړی خپل تن او د اسلامي نړۍ هره ټوټه خپله خاوره وګڼو ، ژبني ، نژادي ، سېمه ایز او جغرافبایي بندرونه زمونږ تر مېنځ درزونه وانه چوي ، زمونږ معاملات ، راشه درشه ، تعلقات ، خپلوي ، رفاقت او ملګرتيا او راکړه ورکړه مقصد داچي هرڅه بايد له دي احساس ځخه برخوردار وي ددي احساس په درلودلو سره ديوبل منافع خوندي ْوساتو او له يو بل ځخه تك� �يف او ستوماني لري كړو دا احساس له مونږ څخه مطلوب دی او په دې احساس هم الله تعالى خوشاله كيږي او هم په ژوند كي لذت پيدا كوي. عن نعمان بن بشير قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم يقول مثل المؤمنين في توادهم وتراحمهم وتعاطفهم كمثل الجسد الواحد إذا اشتكى عضو م نه تداعى له سائر الأعضاء بالحمى والسهر. (مسلم) نعمان بن بشير رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د مس� �مانانو مثال په خپلوي ، زړسوي او همدردي كي د يوه بدن دی كله چي د جسم يو اندام درد کوي ټول جسم ْور سره بيخوبه او ناقراره وي . فقهاء وایي که په ختیځ کي د کفارو له خوا یوه مسلمانه ښځه اسیره شي او د هغه ځای مسلمانان یې له خلاصولو ځخه بېوسه وي د لوېدیز په مسلمانانو دا فرض ده چي د هغې آزادولو ته ور ودانګي همدا راز که د اسلام په خاوره د کافرانو له خوا تېری وشي او اشغال شي او د هغه ځای مسلمانان یې له آزادولو څخه عاجز وي په ټولو مسلمانانو د هغې خاوري آزادول فرض عین دی . د اسلامي اخوت مثا� �ونه زیات دي او په کتابونو کي یې تفصیل ذکرشوی دی چي ذکرشوی حدیث شریف یې خلاصه ده په دې معنا چي هر مسلمان خواه که هغه هرڅوک وي مونږ یې باید د خپل تن یو اندام وبولو د هغه خوشالي خپله خوشالی وګڼو او د هغه غم خپل غم وګڼو. عن أبي موسى قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم المؤمن للمؤمن كالبنيان يشد بعضه بعضا و شبك أصابعه. ( متفق عليه) ابو موسى الاشعري رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل : يو مسلمان د بل مسلمان لپاره د عمارت مثال لري چي يوه خښته ئي بله خښته راټینګوي او( او د مثال په توګه) ديوه لاس ګوتي ئي د بل لاس په ګوتو كي بندي كړې. دامعنا چي يو مسلمان د بل مسلمان � �پاره دا سي كومكي او پشتيبان وي لكه ديوه تعمير خښتي چي يوه دبلي پشتيبان وي او اسلامي ټولنه هم د يوه تعمير مثال لري چي افراد ئي د خښتو رول لوبوي كه خښتي يوه له بلي سره ْونه نښلي تعمير كله هم نه درېدلای شي او نه ب� �پړېدلای شي په همدي شكل اسلامي ټولنه تر هغه وخته تحقق نشي موندلای چي تر څو افراد ئي يعني مسلمانان د يو بل په څنګ كي ْو نه درېږي او یو بل ځانته نژدې نکړي . کله چي یو مسلمان په دې عقېده ولري چي اسلامي امت ټول یو بدن دی او مونږ مسلمانان یې بېلابېل اعضاء او اندامونه یو بیا به له هغه سره ضرور د ټولو مسلمانانو د ستونځو فکر وي او تل به زیار باسي چي په هغو ممکنو وسایلو سره چي په لاس کي یې لري د هغوی د ستونځو په له مېنځه وړلو کي اغېزمن قدمونه واخلي . دا چي ځیني مسلم انان په دې غلط فهمي اخته دي چي که د مثال په توګه یو عرب وویني چي په غیر عربي هېواد کي د اسلام د دښمنانو په وړاندي جنګېږي وایې ولي همدغه عرب په خپله خاوره کي جهاد نه کوي هغوی ولي فلسطین ته نه ځي ، دا منتقدین وروڼه باید د یو مسلمان په صفت په دې پوه شي چي دا اسلامي خاوره هم د هغه مسلمان ورورخپله خاوره ده او هغه همدې اسلامي احساس دلته راوستلی دی چي ددې ځای مسلمانان خپل وروڼه او خپل بدن بولي او خاوره یې خپله خاوره ګڼي په همدې شکل مونږ ته په کارده چي که د نړۍ په هرګوټ کي د مسلمانانو خاوره د یرغلګرو کفارو تر تجاوز لاندي وي هغه په خپله خاوره تېری وګڼو ، د هغوی ویر خپل ویر وګڼو دهغوی د درد احساس وکړو د هغوی د بریالیتوبونو لپاره دعاګاني وکړو چي دا د هر مسلمان مقدور دی ، کشمیر، فلسطین ، عراق، افغانستان ، سودان اود اسلامي نړۍ په هرځای کي چي کفار لاسوهنه کوي که د مسلحانه مقاومت توان په مونږ کي نه وي د هغوی د نصرت لپاره یو خیر و خیرات او دعا خو کولای شو. هسي هم دا دنیوي ژوند یو ټاکلی وخت دی چي تل پایښت نلري او چي کله سترګي پټي شي بیا به دا ژوند او د هغه ماجری هسي د اوبو په مخ یوه کرښه وي چي له نیک عمل او اسلامي احساس څخه علاوه به هرڅه زمونږ د غاړي طوق وي ، او له مونږ څخه به د قیامت په ورځ ا� �له تعالی ددې هرڅه پوښتنه کوي الله تعالی فرمایي: . إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ � �ُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَاْ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ په رېښتیاسره چي همدغه اسلام ستاسو امت دی یو امت دی او زه ستاسو پروردګار یم زما عبادت او بندګي کوۍ . دا زما خود ساخته خبري نه دي دا د اسلام د اجتماعي نظام غوښتني دي ، دا دقر� �نکریم او نبوي احادیثو مدلول دی همدا راز د ا د اسلام د روح او جسم آواز دی چي مسلمان ور ته متوجه کوي . مسلمان که د ملت آواز وچتوي نو موخه یې باید اسلامي ملت وي او که د قوم آواز وچتوی نو منظور یې باید مسلمان قوم وي او که د عقیدې او اېډیالوژي خبري کوي نو محور یې باید اسلام وي . همدا � �از یو رېښتنی پوه او باشعورمسلمان تل باید له داسي حرکتونو څخه لېري واوسي چي هغه د اسلامي امت وحدت ته زیان رسوي هغه که خبري کوي او که فکر او سوچ وهي او که څه لیکي مقصد دا چي که په هر موقعیت کي قرار لري خو نصب العین یې باید یواځي د اسلامي امت وحدت او د هغه مجد او برم ته رسېدل او اعلاء کلمة الله وي هغه ته مادي ګټي او شه� �ت او د مقام ساتل باید ارزښت ونلري او یواځي د الله تعالی رضا تر هرڅه لوړه او ارزښتمنه وګڼي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې زيات يخ يوماشومه نجلۍ اوڅاروي وژلي", "output": "دخوست ولايت دسپري ولسوالۍ ولسوال ح سين جان شيرزي بينواويب پاڼی ته وويل چې په دغه ولسوالۍ کې ددغووروستيوواورودوريدا له امله يوه کوچنی ماشومه نجلۍ وژل شوي او ٣٠ په شاوخوا کې څاروي هم دمينځه تللي دي شيرزي زياتوي چې تردي وخته پوري ددغوکورنيوسره چې کورونه يي ړنګ شوي اوياهم څاروي وژل شوي چامرسته نه ده کړي دده په ويناچې دغوخلکوڅوځلې دخوست کليوپراختيارياست ته ورغلي اودمرستوغوښتنه ورڅخه کړي خودوي ورسره کومه مرسته نه ده کړي دوايي چې که ددغومجبوروخلکوسره مرستندويه موسسات کومې مرستي ونکړي ويره شته چې نورخلک اوڅاروي به يي هم خپل ژوندد� �اسه ورکړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان دملي راډيوتلويزيون دنوی ريس سره دزړه ..", "output": "ښاغلى ډاکتر واحد نظ� �ي !پخه شپه وه چې دعادت له مخې مي دتل افغان ويب پاڼه پرانيستل چې دنووليکنونه ځان خبرکړم . هلته مې دپاڼې پر تندی دافغانستان دملي راډيوتلويزيون دنوی ريس په توگه ستاسودنوې ټاکنې خبرترسترگوشو،لومړۍ مي فکر وکړ ممکن کوم چابه پدې نامه طنز ليکلې وي . دمطلب په لوستلوسره پوه شوم چې خبره بله ده . ډيرزيات خوښ شوم اوسمدلاسه مې له ځان سره وويل که له لمړئ ورځې کاردکار واهل ته سپارل شوی واي څومره به ښه واي اوس به موهيڅ � �ول ستونزه نه درلوداي .دقدروړ نظري صاحب!ترهرڅه وړاندي پدغه ستونځمنوشرايطوکې پدې نوې دنده ستاسودگمارلوله امله تاسوزموږدهيوادوتلی کلتوري اوفرهنگی څېرې اوشخصيت ته دزړه له کومې مبارکې ووايم . پدې � �اډه يم که تاسوته لکه چې دغه مسوليت ېې درپغاړه کړئ دی يو لږ شانتي صلاحيت هم درکړل شی دمسلکي وړتيااوهيوادسره تودې ميني له مخې به مو په سپارل شوو دندو کښي زيات برياليتوبونه په برخه شي . زه درته د � �وی خدای له دربارنه دروغتيا،خوښ ژوند اودومره برياوهيله کوم ،کوم چې تاسوئې ځانته غوښتونکی ياست . زه نه غواړم دمبارکۍ په پيغام کښي موهيوادوالوته وروپېژنم ،ځکه پدې پوره باورلرم ،ټول هيوادوال موپېژنی اوستا سودف� �هنگی ژوند،مسلک اوعالي تحصيلاتو،داچې تاسويووتلئ فلم جوړونکۍاوډايريکټر ،بهترين ليکوال اويوله هغوگو تو په شميرطنزليکونکونه ياست پوره معلومات لري . هغه طنزموچې (( زموږبيرغ کوم رنگ لري)) له ډير پخوانه دخلکوپه ژبه دی . خو چې تاسوخپله په خپلو گوتواومسافر قلم ليکل شوی طنز ((سرونه ياککری)) هېره نکړۍ . دافغانستان ولسمشرته پدې دنده ستاسودټاکنې دوړانديزدوړاندي کولووپه اړوندغواړم دکلتوراوځوانانود وزارت ښاغلي وزير صاحب دداسې پرځاي ،ګټور اوزړه ور اقدام ستاينه وکړم . خدای دوکړي چې په راتلونکې کې هم محترم وزيرصاحب د ملي ګټو په نظر کې نيولو سره په همدې ډول د مسلکې پوهې اومهارت څښتن کسان دخپل وزارت په اړونده اداروکې په چارووگماري ،ترڅ ونوردولتي چارواکي هم لدې پرځاي کارنه پيروي وکړي اودغې شوړېدلې ، ويجاړې اوغيرمسلکي ادارې ته د مسلکي کسانوپه گمارلوسره نجات ورکړی .نه پوهېږم چې ولې زموږ دولتي چاراکی پسله زياتو قربانيو اوتيروتنوډي� �ناوخته متوجه شي چې په دنده گمارل شوۍ کس دهغه کار دسرته رسېدو وړندۍ . په هرحال يوروسی متل دی وايي ((تردې چې هيڅ وخت ونشی ترهغه داناوخته هم ښه دی)) دولتي جگپوړی چارواکي اوخپله ولسمشربايد پدې پوره ډاده وي چې (( واحدنظرې)) پر خپل ځاي ټاکل شوۍ دی ،دهغه علمې وړتيا،پاک لاسونه اووطن سره مينه هغه ته داتوان ورکړئ چې ددې اونوروډيرودرنودندودسرته رسېدوترعهد ې ووزی ،زماددې خبرې پخلۍ په مهاجرت کښي دهغه دژوندشرايط اوفرهنگی چوپړاوتلاښونه کولاي شی . ښاغلی واحدنظري په اروپا،سوېډن اوپه ځانگړې توگه دم المو په ښارکې ټول افغانان پېژني ،دهغه دعلمي اوفرهنگی تلاښونو سره اشنادي .ځکه موږ ټول دهغه په ټاکنه خوښ يو . زه دواحد نظري دادبي اوهنري ليکنو اوپه اروپاکښې دهغه دفرهنگی زياراوتلاښونوسره د يوهم غږی اودوست په توگه دده ټاکنه پرځاي بولم ،کاشکې چې داډول ټاکنې ډيرپخوا شوی واي ،خو اوس هم ډيرناوخته ندی . ښاغ� �ی نظري صاحب!اوس راځوهغو خبروته چې ستاسونه دافغانستان دټول زورېدلې ولس ،هغوي چې تاسوپېژنی اوپه کلونو کلونومود ناخوالوپرسره شپې ورسره په خبر وسهارکړې دي ډيرې زياتي غوښتنې نلرې ،مگر دڅه کارونوس� �ته رسېدوهېله درنه لرې .لومړئ بايد ديودوست په توگه درته ووايم ،که دغه ډبره چې تاسويې بايد پورتۀ کړئ د� �نۀ وي اويادرنۀ شول سمدستی يې پرځاي کښېږدی .پدې کار موهمېشنۍ عزت اودرناوئ خوندی کېږي . موږټول پدې پوهېږو چې تاسوته په کوموشرايطو کښي دادرنه دنده درپه غاړه شول ،هلته په وطن کې څه تېرېږي ،کوم ډول خپلې اوپردۍ لاسوهنې ،غوښتنې اووړانديزونه طرحه کېږي چې کله کله ئې سرته رسول خوپرېږده اورېدل ئې انسان پرله څ� �خوی . خو داشرايط دي اوپدې حالت کښي مودادنده منلې ده .بايد سرته ورسېږي ،داوطن پرموږ ټولوحق لري ، هغه چاته چې دکارشرايط مساعد وي اودشالخواورته تورونه اوجنجالونه جوړنشي اړينه ده چې دې کړېدلې ولس ته دخپل توان په کچه يوڅه وکړي ،داولس دډيروخدمتونو،نازونواودرناوي لايق دی .زموږ داوس لپاره دم باره کی له پېغام سره وړانديزونه پدې ډول دي :۱/ لکه چې تاسودکاردپيل په لومړۍ ورځ دخپلو راتلونکو پلانونوپه اړه ماښام پخیرافغانستان ته وویل : دملي راډیو تلویزیون ډیرې خپرونې په لرغونې بڼه خپریږي اوموږ غواړو هغه دوخت له غوښتنې سره برابرې کړو.که پدې کاربريالي شوئ په رښتياسره به دغه تلویزیون ملي بڼه غوره کړي .۲ / تاسوته تر هر چا روښانه څرگنده ده چې راډيواوتلويزيون که ددولت ژبه ده نوبلې خواته ولس پدې ژبه هغه وخت خبرې اورې کوم چې خوښه يې شي اوپرې پوه شی . هيله موداده ترهغه وخته چې تاسوهلته مسؤليت لری که دژبنی تعصب ، توپير اوتفق دلارويانوپرمخ دخپلې ادارې راډيواوتلويزيون دروازې وتړۍ ،په هغه صورت کښي به ستاسودتلويزيونی اوراډيويي پروگرامونوداورېدواوليدوليوال به ټول افغانان وي .په هغه صورت کې به موله يوې خواددولت غوښتنې اوپوښتنې تر ولسه پوری رسولې وي اودوي به موسره نژدې کړې وی ،اوله بلې خوبه مودملي يووالي پروسې دپياوړ تيااوټينگښت لپاره ستر خدمت ترسره کړۍ وي . ۳ / تاسو اوددولت ټولوجگپوړو اړونده چارواکوته څرگنده ده په هردليل چې دی همدا اوس تر پنځه ميليونه زيات افغانان په گاونډيو هيوادو،اروپا،امريکا ،افري� �ا،اسيا اواسترالياکې اوسې . پدغو هيوادو کښي دنوروهيوادوکډوال هم ژوندکوی ،هغوي ددې لپاره چې له خپل هيواداوکلتورڅخه يې ماشومان ليري پاته نشي اوله هرڅنه بېگانه نسي پدغوهيوادوکې راديويي اوت� �ويزيوني خپرونې ،فرهنگی ټولنې اوناستي پاستي لري ،چې له نيکه مرغه پدي ورستيو کښي په افغانانوکښې هم دافغان � �وڼ اندوپه زيار اومرسته پدي برخه کښي گټور گامونه پورته شوی دی چي تاسوپه خبرياست اوتاسوخپله هم تراوسه م وږله ځانونه لری نه ياست بللې . خوددغوهيوادو کډوال دخپلوهيوادودديپلوماتيکی مؤسسو (سفارتخانواوجنرال قونس� �يو) له لارې دخپل هيوادسره مخامخ فرهنگی اړېکې ټينگوي ديپلوماتان دفرهنگی ټولنوپه مرسته دخپلو وطندارانو ليدوپه موخه مختلفوښاروته سفر کوي اودهغوي سره دزړه خواله کوي که کومه ستونزه ولري دحل لپاره ئې درسمی چينلوله لاري ورسره مرسته کوي ،له دېنه خوموږ محروم يواوداستاسو دنده نده چې چارواکې ورته متوجه کړی . مگر تاسوکولاي شی په هرشکل اوله هرومعقولومادي اومعنوي امکاناتونه په استفادې سره چې کېږي بايد دافغانستان ملي راډيو اوتلويزيون په ټول افغانستان اونړۍ کښي دليدو او اورېدو وړوگرځي .دادشرم خبره نده چې يوشخص کو� �اي شي پخپل مټ يادنوروپه مرسته تلويزيوني داسي چينلونه فعال کړي چي په ټوله نړۍ کښي ئې ليدل شونی وي . مگر دولت چي دټولې نړۍ سره دوستانه اړېکي لرې اوټوله نړۍ يې په رسميت پېړني ولس يې دشخصي تلويزيونونندارې ته ناست دی .م وږپدي برخه کې دخصوصې سرمايه گذارۍ ،مخالف نه يوخوددولت لپاره داشرم گڼوچې نه يې دننه په ټول هيوادکښي را� �يواورېدل کېږي اونه يې تلويزيوني پروگرامونه . زه نه پوهېږم چې دښاغلي ولسمشر نه نيولې ،پارلمان ، ښاغلي وزيرانو اونورجگپوړی ددغې ملي دندي دنه رسېدوله امله په کومه بهانه ځانته دخلاصون لارپيداکوي .که ديوې ا� �تصادي پروژې ،پله ،ښوونځۍ،روغتون اونورو ټولنيزو گټواخيستنې مؤسسې دامنيت اوسولې شرايطوته اړتيالري ،د� �اډيواوتلويزيوني خپرونودخپږيدوپر ضددويشتلووسله تراوسه لاددولت دمخالفينولاسته نده ورغلې اوپدې ډاډه يم چې داکاربهتر ډيره ونشي .داوې زموږډيرې ساده اوعملي غوښتنې ،چې دهغوي سرته رسول به ستاسونوم نورهم ابدی کړی .په پاي کښې يوځل بياهم دلوي څښتن له دربارنه تاسوته دلازياتوبرياليتوبونو هيله کوم . دروزگان خپرونې مسول مدير ۲۰۰۷ م کال دجولاي ۱۲ ورځ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د وړ يو په زړه پورى غزل", "output": "غز� � كه هر څو يې له سترګو څڅېدمه لكه اوښكهخوهومره يې په زړه كې زياتېدمه لكه اوښكهغنا د ښايستونو مې ارزو کړله سوالګره لوڅ مخ ورپسې زړه نه راوتومه لکه اوښکه زه هم لكه اوبو غوندې وم تږى د كوم تږيله تندې سرګردانه ګرځېدمه لكه اوښكهچې زه يې اندېښنه وم زړه كې سترګو ته يې لنډ ومد هر باڼه تر شا يې ودرېدمه لكه اوښكه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بدخشان: د آزادۍ غږ راډیو په مرکز برید وشو", "output": "له بدخشان ولایت څخه د بینوا ویب پاڼي هم کار وایې چې تیره شپه په مرکز فیض آباد کې د ایساف په مشرۍ د آزادۍ غږ راډیو په ترانسمیتر توغندیز برید شوی خو پکې څوک نه دي وژل شوي. د سید اکبر په نامه د سیمې د پولیسو یو افسر ووی چې د پینځو توغندیو برید شپې مهال تر سره شوی دی. د سید آکبر په وینا چې په برید کې د راډیو ودانۍ څه نا څه زیانمنه شوي او یو ساتونکی یې هم برسیرن ژوبل دی.بله خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي وایې چې له برید وروسته په کابل او بدخشان کې د ایساف د راډیو نشرات ودریدل ږ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حارث خان : راجستر شوې شورا دخروټو استازيتوب نه كوى", "output": "پيښور ( بينوا) دافغانستان دخروټو قومى اسلامى شورا وياند حاجى حارث خان خروټى وئيلى دى چې دافغانستان دعدليې وزارت كښې چې دخروټو دقومى شورا په نامه كومه شورا راجستر شوې هغه دخروټو دقوم نمائندګى نشى كولى داخبرې حارث خان دبينوا ويب پاڼې سره په مركه كښې كړى او زياته كړيده چې راجسترشوې شورا دڅوكسانو لخوا دخپلو ګټو لپاره جوړه شوې نوموړى زياته كړه چې دخروټو قومى شورا د 1992 كال راهيسې په افغانستان كښې او دهيواد څخه بهر فعاليت كوى دسولې او امنيت لپاره هلې ځلې روانې ساتو او دجنګى ډلو سره اړيكې نه لرى او نه جنګى ډلو ته په شورا كښې ځاې نه وركوى نوموړى زياته كړه چې مونږ به هيچا ته اجازه ورنكړو چې دخروټو دشورا په نمائندګۍ ناوړه ګټه واخلى دخروټو دشورا ريښتينې نمائندګان دهيواد په ټولو ولايتونو كښې شته ، حارث خان زياته كړه چې دافغانستان او پاكستان ترمينځ په ګډه جرګه كښې دخروټو دقومى شورا مشر حاجى شعيب خان دخروټو دقوم په استازيتوب ګډون كړى وْ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کاناډا لومړی وزير: ناټو نه شي کولی طالبانو ته ماته ورکړي", "output": "د کاناډا لومړي وزير سټېفن هارپر يوه امريکايي تلويزيون ته ويلي ، چې ناټو نه شي کولی په پوځي ډګر کې طالبانو ته ماته ورکړي. ده ويلي ، چې ترڅو د پوځي عملياتو لپاره کومه روښانه ستراتيژي نه وي رامنځته شوي کاناډا به نور سرتېري افغانستان ته وانه ستوي. ده ويلي، چې له تاريخ څخه يې دا زده کړي چې بهرني ځواکونه نه شي کولای په افغانستان کې مقاومت ته ماته ورکړي. هارپر په خپله يوه بله مرکه کې داسې ګواښ هم کړی و، چې کېدای شي ناټو د افغانستان د مېشن پر سر ټوټې شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دولسمشر کرزي ځانگړې ویبپاڼه جوړه شوه.", "output": "دافغانستان ولسمشر کرزي لپاره یوه ځانگړې ویبپاڼه په نړیوال کلي کې دلوستوالو لپاره جوړه شوه چې په دغه ویبپاڼه دولسمشر ژوند لیک، پیغامونه، کتنې، انځورونه، رسمي اړوند کارونه پرلیکه کیږي. دویبپاڼې ژبه دا مهال انگلیسي ده او ښایي پښتو او دري هم راواخیستلای شي دا پاڼه دولسمشر کرزي ددفتر له لوري په مخ وړل کیږي. دویبپاڼې پته: www.president.gov.af"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مطبوعاتي خبرتيا", "output": "بسم الله الرحمن الرحیم م طبوعاتي خبرتيا د شهید عبدالصمد روحانی په یاد غونډه انا لله و انا الیه راجعون وخت: پنجشنبه، د سهار له ٩:٠٠ څخه تر ١١:٠٠ بجور پورې، د جوزا ٢٤مه. ځاى: کابل ښار، زرنګار پارک د افغانستان ټولې رسنۍ و د هغوى کارکوونکي، د مدني ټولنې موسسې او د هغوى غړي، فرهنګيان، فرهنګپال، د افغانستان پارلمان او روڼ اندي غواړي چې د ارواښاد عبدالصمد روحاني د درناوي په خاطر د پنجشنبه ورځ د سهار له ٩ بجو څخه تر ١١ بجو پورې په کابل ښار زرنګار پارک کې راغونډ شي، ارواښاد ته دعا وکړي، له عکسونو او انځورونو سره يې د ګلو ګډۍ کېږي. له ټولو دوستانو او مينه والو څخه هيله کېږي چې په دغو مراسمو کې برخه واخلي، ارواښاد ته د دعا لاس پو� �ته کړي او په دې توګه د عبدالصمد روحاني وژل وغندي. له ټولو راډیو ګانو، ټلویزیونو، او کیبلي شبکو څخه هیله کېږي چې په دې اړه د پنجشنبي په ورځ په ۵ بجو د ۲ دقیقو لپاره خپلي خپروني ودروي او د شهید روحاني له کورنۍ او د ژورنا� �ستانو سره خپله همغږۍ وښیی. همدارنګه له ټولو چاپي خپرونو څخه هیله کوي چې د شنبي په ورځ د خپل اخبار یو مخ تور او یا د ورباندی د شهید روحاني تصویر خپور کړي. له ټولو رسنیو څخه هیله کېږي چې دغه اعلامیه او خبرتیا په خپلو راډیو ګانو، ټلویزیونونو، او خپرونو کې نشر ته وسپاري ترڅو د افغانستان ولس خبر او دغه ناځوانمردانه عمل وغندي. ب� �وونکی: د افغانستان ټول ژورنالستان، لیکوالان، د مدني ټولني بنسټونه، د افغانستان پارلم ان او د شهید روحاني ملګری او دوستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوه ډله کاناډايي ځواکونه دافغانستان په لورخوځيدلي", "output": "د کاناډايې ځواکونو ١٤٠ کسيزه ډله دافغانستان په لور خوځيدلې ده او تاکل شوې ده له خپلو ځواکونو سره د افغانستان په قندهار کې يو ځاى شي . ټاکل شوې ده ١٣٠٠ نور کاناډايي سرتيري په راتلونکې کې افغانستان ته راورسيږي . کاناډايي سرتيري به د ناتو دځواکونو په چوکات کې خپلې دندې سرته ورسوي او دهغه هېواد د چاراکو پر وينا پر دغه دنده به ٢٠٠ ميليون ډالر لگښت راشي .د امريکايي ځواکونو له کمښت سره به سم ناتو٦٠٠٠ نوي ځواکونه د افغانستان په جنوب او نورو ناامنو سيمو کې ځاى پر ځاى کړي.پر هالنډ هم زور راغلۍ تر څو خپل ١٤٠٠ سرتيري افغانستان ته واستوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خبرتیا :د کنړ سیند د « مشاعری » د جوړیدو تابیا", "output": "په جرمنی کې د کونړ د ځوانانو دکلتوری ټولنی لخوا د روان 2009 عیسوی کال د اګست د میاشتی په لمړۍ نېټه د کنړ سیند د « مشاعری » د جوړیدو تابیا شویده . د کونړ د ځوانانو کلتوری ټولنه پدې وسیله ښاغلو ادیبانو، د پښتو ادب مینه والو او پتمنو هیوادوالو ته خبر ورکوی چې پدغه اړوند خپل رغنده نظرونه او وړاندیزونه ځمونږ څخه ونه سپموی ، پاتی دی نه وی چې د کنړ سیند « مشاعری » بنسټ د کونړ د ځوانانود کلتوری ټولنی ( کولن ) په نوښت په 2008 ع کال کې ایښودل شوی وو چې دغه لړ هر کال په المان او کونړ کې د میشتو فرهنګیانو لخوا لمانځل کیږی . په درناوید کونړ د ځوانانو د کلتوری ټولنهکولن ـ جرمنی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زه او سپوږمۍ", "output": "زه اوسپوږمي عبدالقدیر مطفی ما اوسپوږ مي داوړو په نیمه شپه قیصي کوليماورته ډیرژړل اوتش به مي ګیلي کولي سپوږمی به هیڅ نه وی حیرانه به و� �اړه وه دهمابه فریاد کولو دي به تماشي کولي زما په زړه به بس غمونه وو اونورڅه نه وهدی په وریځ کښی ځآن راپټ کړواوتیاري کولي مابه چی ځان مړه کړو نوبیا به یی مخ راوانړومابه له غمه دی تیاروته زمزمي کولي ټول شپه به می درد سره یوځای تیره کړهنوره می وس نه وو اوتش به می خیري کولي چی کله سپین سهاربه راغي رڼایي به راغلهدباغ ګلونو به هم رنګارنګ وږمي کولي مابه په زړه کښی ویل چی پریږده مینه مه کوه نورزما زړګی دغه خبری څه ترخي کولي تقدیره تانه می هم داسی یوګیله وشولهچی دمطفی پرضد دی ه� �وخت فیصلي کولي کمپوز: میرویس جلالزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان حکومت په کندز کې د آلماني سرتیرو له ماموریت څخه شکایت وکړ", "output": "نادرشاه - کندز ښار ایډیټ: جلالزی افغان دولت د کندز په ولایت کې د ناټو ایساف ځواکونو له ماموریت څخه شکایت وکړ او هغه یې د کندز د امنیت لپاره بي ګټي وبلل. دمګړۍ د آلمان په سلګونو تنه سرتیري د ناټوتر قوماندې لاندي په کندز کې ځای پر ځای دي. د کندز والي انجینیر عمر وایې چې مونږ د آلماني سرتیرو له ماموریت څخه راضي نه یو او هغوي د امنیت ساتلو په عملیاتو کې هیڅ راز همکاري نه کوي اواغیزمنتوب یې هم صفر دی. کندز په دې ورستیو کې د نا امنیو شاهد دی او د دغه ولایت چهاردره ولسوالۍ تر بلې هرې ولسوالۍ نا امنه ده . د کندز والي د دغو څرګندونو په باب تر اوسه په کندز کې د ناټو قوماندانانو خپل غبرګون ندی ښولی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پکتیکا والي هم په بزنس پیل وکړ ( د نتکۍ لیکنه)", "output": "لیکواله:نتکۍ وروسته تر هغه چې څو میاشتي دمخه د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کې د دولتي ادارې په کچه پراخ بدلون راغی په دغه بدلون کې د کندهار د پخوانۍ ادارې ګڼ شمیرچارواکي یا له خپلو دندو ګوښه کړای شول او یا هم نورو ولایتونو ته تغیر او تبدیل شول. ځینو خو یې د والي اسدالله خالد په څير لوړې څوکۍ تر لاسه کړې او ځینو یې هم خپلې دندې له لاسه ورکړې.د کندهار په ولایت کې د هغو کسانو په ډله کې چې د اسدالله خالد سره یو ځای له دندې هیسته کړای شو د امنیت ریس قیوم کټوازی هم وو قیوم کټوازي په کندهار کې سمه سابقه نه لرله او ډیر خلک یې په کړنو خبر دي. قیوم کټوازی د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو د سازمان او د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د � �یسې پر وینا له دوې سره د شکنجو په څو پیښو کې په لاس درلودو د ککړتوب دوسیه لري. د بشري حقونو د خپ� �واک کمیسېون ریسې سیما ثمر ویلي چې قیوم کټوازی په کندهار کې د خلکو په ځورونه کې لاس لري او ګڼ بندیان یې د بشري موازینو خلاف په ځولنو تړلي او په میاشتو میاشتو یې په بي سرنوشتۍ کې د بند شپې پرې تیري کړي دي. د پوځ د پخواني افسر زوی قیوم کټوازی چې تل د نورو افغان چارواکو په څير دغه ادعا ګاني نه مني د کندهار له تغیراتو وروسته د هغه د یو شمیر ملګرو په مټ د پکیکا ولایت د والي تر څوکۍ پوري ځان ورساوه.ولسمشر حامد کرزي کټوازي ته ویلي وو چې خپله لانجه د بشر د حقونو له خپلواک کمیسیون سره حل او فصل کړي او وروسته به یې دی د پکتیکا د والي په توګه وټاکي. قیوم کټوازی چې د چالاکۍ سابقه لري او د یوه رغدې کس په توګه یې په کندهار ولایت کې د خلکو د غولولو او فریب ډیرې دسیېې په عمل کې پیاده کړي وي په دې وتوانید چې د پارلمان د یو شمیر وکیلانو په واسطه او وسیله له آغلې سیما ثمر سره خپله لانجه هواره او د هغې قناعت حاصل کړي. ولسمشر کرزي هم قیوم کټوازی د پکتیکا ولایت ته چې تازه یې والي اکرم خپلواک له دندې هیسته کړای شوی وو د والي په توګه وټاکل. د قیوم کټوازي په اړه مې یوه خبره را په یاد شوه.خبره داسي وه چې د ۲۰۰۶ کال په فبرورۍ میاشت کې د کندهار د ملي امنیت ریاست مامورینو د موټرو یو سوداګر عبدالاغا چې دوه نو وارده موټر یې له هرات څخه بغلان ولایت ته لیږدول د کندهار ولایت په مربوطاتو کې له دغو دوو موټرو س� �ه یو ځای توقیف کړ. کله چې د ښاغلي قیوم کټوازي څخه د دې کس د خلاصون په باره کې پوښتل کیدل هغه ویل چې دی ترهګر دی نو ځکه یې بي نمبرپلیټه موټر له هرات څخه قندهار ته لیږدول او غوښتل یې په ناوړه اعمالو کې ترینه کار واخلي.خو دغه سړی یو سوداګر وو نه ترهګر او القاعده.خو قیوم کټوازي په نوموړي کس باندي د بي خبرۍ په عالم کې د دولت ضد فعال تور لګولی وو.ورځي تیریدي خو دوه میاشتې وروسته خبر شوو چې دغه کس خوشي شو.کله چې مې له عبدالاغا څخه پوښتنه وکړه چې په تا خو د ترهګر تور لګول شوی وو نو اوس د چا په مټ را خوشي شوې؟ هغه وویل چې قیوم کټوازي ترینه په کابل کې د خپل یوه نماینده له خوا ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ چې له شپږو زرو ام� �یکايي ډالرو سره برابریږي اخیستي او دی یې آزاد کړی دی. د کندهار د هغه وخت والي او نور چارواکي د قیوم کټوازي په دې بزنس لا وختي خبر ول.هره ورځ به پښتانه مشران، ملاامامان،او روڼ اندې مذهبیان د قیوم کټوازي له خوا په کندهار کې په بیلا بیلو پلمو نیول کیدل او وروسته به یې د پیسو په بدل کې خوشي کول. قیوم کټوازی چې د کندهار د ملي امنیت له ریاست دمخه یې په خپل پلرنې ټاټوبي پکتیکا کې د ملي امنیت د یوه افسر په توګه دنده لرله او په مرکز ښرنه کې به اوسیده او خپل اصلي کلي ته یې د تلو جوګه نه وو.نوموړی په کندهار کې د خپل ماموریت په موده کې په دې وتوانید چې په لکهاوو امریکايي ډالره تر لاسه کړي. که چی� �ته تاسو ته سوال پیدا شوی وي چې کوم کس د قیوم ډالر لیدلي دي دا په جرت سره ویلای شم چې تاسو کولای شي د ښاغلي � �یوم کټوازي هغه بنګله چې د کابل په خوشهال خان سیمه کې ولاړه ده له نژدې وګورۍ.دغه بنګله په څلورو پړونو کې په مجلل ډول جوړه کړای شوي چې لږ تر لږه دری لکه امریکايي ډالره یې یوازي په ساختمان لګول شوي دي.� �یوم کټوازي په کندهار کې له دولتي څوکۍ څخه د ناوړې ګټې اخیستو په ترځ کې په لکهاوو امریکايي ډالر تر لاسه کړل او په دغه بزنس کې ورسره د کندهار نوري ادارې چارواکي هم شامل ول. اوس ولسمشر کرزي سره له دې چې د قیوم کټوازي په کړنو ښه خبر وو نوموړی د پکتیکا ولایت ته د والي په توګه وټاکل.ولسمشر کرزی ته باید اوس دا ووایو چې ښاغلي کټوازي یو ځل بیا د کندهار په څير په پکتیکا کې هم بزنس یا تجارت پیل کړی دی. ښاغلي ک� �زي ته د یوه افغان په څير په صداقت سره ویلای شم چې یو ځل خو د پکتیکا ولایت پر حالاتو ځان خبر کړه.د پکتیکا - غزني تر منځ د یوه عمده واټ چې له یوسف خیلو ولسوالۍ څخه هم تیریږي یوه تن ټیکدار وویل چې کله چې قیوم کټوازی دوه میاشتې دمخه د پکتیکا د والي په توګه وټاکل شو نو دستې یې را وغوښتم او راته یې وویل چې دغه څړک یې له چا څ خه او په څومره پيسو په ټیکه نیولی دی. دغه کس چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي او د دغه څړک ټیکدار دی وایې چې قېوم کټوازي ورته ویلي تر څو چې ما درسره په دغه پروژه کې د شریک په توګه و نه مني نو ته نه شي کولای چې دغه څړک پر مخ بوزي. دغه کس وایې چې قیوم کټوازي ورته ویلي چې که چیرته ما د شریک په توګه په دغه پروژه کې منۍ نو زه کولای شم چې ستاسو د انجینیرانو او وسایطو د ساتلو لپاره تاسو ته دولتي پولیس په واک کې درکړم چې له خپلو وسلو او موټرو څخه به ستاسو د پروژي ساتنه کوي. زه له ښاغلي قیوم او کرزي صایب څخه پوښتنه کوم چې ایا مونږ کولای شو چې دولتي پولیس او موټر د خپلو شخصي ګټو د ساتلو لپاره کارو او که دغه پولیس او م وټر د ټولو پکتیکاوالو د امنیت د خوندي توب دنده لري.ښاغلي کرزی باید د قیوم کټوازي په څير کسانو باندي چې نه سیمیز نفوظ لري او نه کاري وړتیا خطا نه شي او هڅه وکړي چې د خپلې ولسمشرۍ په دری میاشتنۍ موده کې خو د خدای په خاطر یو څو سم کسان په دندو وګماريٍ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امن جرګې د ځيني وينا والو د خبرو غټ ټکي", "output": "يادونه: د بېنوا ويبپاڼي اداره د وس تر حده هڅه کوي چي په امن جرګه کي د ځينو ګډون کوونکو د ويناوو غټ ټکي له ګرانو لوستونکو سره کټ مټ شريک کړي. د امن جرګې غونډه چي د غرمې د ډوډۍ او ماپښين د لمانځه دپاره ځنډول سوې وه، دوهمه برخه يې پر پاو کم څ� �ور بجې د جرګې د مرستيال ډاکټر عبدالله په هرکلي پيل سوه، د يادوني وړ ده چي په جرګه کي د خبرو دپاره يو افغان استازى او بل پاکستانى استازى خبرو ته رابلل کېږي: ډاکټر عبدالله : دا � �ول غونډه زموږ دواړو په تاريخ کي بېسارې ده، هيله ده تاسو ټول په حسن نيت سره بحث وکړئ. صبغت الله مجددي: لويه خوشبختي ده، چي ددغو دوو هيوادو په تاريخ کي د دوى ترمنځ داسي غونډه نه وه جوړه شوې، هغه وروڼه چي نه دي راغلي ګيله من يو. خصوصاً علماء، دا د خير، امن او سولي مجلس و، دوى بايد راغلي واى، له مولانا فضل الرحمان او سميع الحق نه مو هيله نه وه، که نور نه وه دوى بايد راغلي واى، خير که د چرګ آذان نه وي هم خداى سبا کوي. مشرانو خداى مو راوله، په کور د پښتنو! يو نيم کال دا کار کوم چي طالبان او حکمتيار ته وايو چي د جنګ وخت نه دئ، د سولي وخت دئ، تر اوسه څلور زره کسان راغلي دي، هغه علماء چي دغه د سولي مجلس ته نه دي راغلي نه پوهېږم خداى ته به څه جواب ووايي؟ هغه وخت چي پاکستان نه و جوړ شوى له هند سره زموم اړيکي وي، زموږ يو له بله درې حقه دي، ګاونډيتوب، اسلام، خېښي؟ دا ح� �ونه څنګه هيرولاى شو، افغانستان اوس بلکل خرابه ده، هر چا خراب کړ، تاسو يو خرابه وطن ته راغلي ياست، که مو خدمت ونه شو، خفه نه شئ. بايد هلته او دلته عهد وکړو چي نه تروريست حمايه کوو، نه يې ساتو بکلي له منځه يې وړو، که دا وکړو په پنځه ورځي کي به هرڅه سم شي. افغانستان او پاکستان په دوه قالبه کي يو وچ دئ، خو يو کار وکړئ شي، چي له حق نه مه تېرېږئ موږ ته ترهګر له اېران، چين، ازبکستان او ترکمنستانه نه دي راغلي، خو له پاکستانه راځي. تاسي وواياست دغسي ده که نه؟ دا داسي نه ده چي پاکستان يې رالېږي، بلکي د ت� �هګرو روزونکي يې را استوي، نو دا رووزونکي بايد ودرول شي، يا يې له منځه يوسو، تاسو پاکستاني وروڼو هيئتان � �اولېږئ که دلته د ترهګرو د روزني اډې وې له منځه يې يوسئ، که نه موږ به ورسو وبه ګورو. نو چي دلته دا کار کېده دا غم اوس په پاکستان کي هم راغئ، مصيبت مو يو شو، ځان مرګري بېخي په اسلام کي نشته، رسول (ص) ويلي ځان وژونکي اهل د دوزخ دي. پر ما وشوه درې موټران مي تخريب شوه، خداى وساتلم دا يوه معجزه وه، ځان مرګو د افغانستان او د اسلام نوم په جهان کي بد کړ، پر ما او نورو ملګرو دا تجاوز شوى ده، خداى په يوه معجزه ساتلي يو. حاجي ګل اکبر علي شيرزى: افغانستان زموږ ورور دئ، د افغانستان عزت زموږ عزت، خوشالي زموږ خوشالي او بې عزتي زموږ بې عزتي ده، که په پاکستان کي مشکل وي دلته راځو، که دلته وي هلته ځو که په دواړو ځايو کي مشکل وي بله د خلاصون لار نلرو. که د افغانستان دولت نه څوک خپه وي، اول دي دوى خبري وکړي، که ونه مني موږ د خدمتګارو په حيث منځګړيتوب کوو، موږ چي له پاکستانه راغلي يو، زموږ ډېر عزت وشو، مننه کوو، آخير کي د پاچاخان خبره: يا به يو کېږيو کنه ورکېږو، موږ د جرګې لپاره هرډول قربانۍ ته حاضر يو. يونس قانوني: د ولسي ج� �ګې په استازيتوب ښه راغلاست، مبارک مو شه چي دوه ملته تر يوه چتر لاندي ځکه ناست يو چي دواړه ملته له يوې ستونزي (ترهګرۍ) څخه يو ډول قربانېږو. پوښتنه دا ده چي د دغه بحران ماهيت څه دئ؟ آيا د دغو دوو ملتو څخه د يوه غوښتنه ده که بل ماهيت هم لري؟ دا بحران په عواطفو نه حلېږي، که داسي وکو مانا دا جرګه مو جدي نه ده نيولي، باور مي دا دى چي اوسنى بحران رښتيا يو جدي بحران دئ، م اهيت يې ستراتيژيک ماهيت دئ، دا تصادفي بحران نه دئ، دا ژوري ستراتيژيکي ريښې لري، که دا ومنو مانا يې دا ده زم وږ دوو ملتو تاريخ کي وروري کړې او ورور دئ. بايد ومنو چي حل يې په کلمات او احساس نه راوزي، په پاکستان او افغانستان کي دغه ستراتيژيک بحران د حل لار پيدا نه شوه، دا لويي ارادې ته اړتيا لري. تر اوسه دا ا� �اده نه ده احساس کړې. آيا دغه ستراتيژيک بحران حل لري؟ زه وايم هو لري ، که اراده رامنځته شي، ح لېداى شي، افغانان د سبا فکر کوي نه د پرون پر آينده خبري کوو، موږ نه همسايه او نه همسايه موږ بدلولاى شي، خو � �ينده تاريخ يې بدلولاى شي. پر پرون خبري مسئله نوره هم پېچي، پر آينده به ږغېږو، موږ تېرو کي ناکامه سياسي ګذشته لرلې، موږ بايد خپله سياسي نظامي ديدګاه په سياسي اقتصادي ديدګاه بدله کړو، اوسنۍ ستونزه دافغانستان کورنۍ مسئله نه ده، افغانستان خپلي کورنۍ مسلې حل کړي، وړانديزي کوم، اعتماد جوړلو پر ځاى او نورو خبرو پر ځاى بايد د دواړو هيوادو تر منځ پارلماني ډيالوګ پيل شي، ځکه دوى د ملتونو د رښتينو استازو له لوري بح� �ان حلولاى شي، د دې جرګې ناکامي به د دوو لويو ملتونو د مايوسۍ سبب شي، نو مخلصانه بايد بحث وکړو. د نړيوالي ټولني حضور افغانستان کي يو فرصت دئ، نه يو تحديد، افغانستان نن تر يو حساس پړاو تېرېږي، ولسي جرګه د دې جرګې د مثبتو پايلو په هيله ده. حاجي غلام محمد بلور: الله فرمايي ټول م ومنان سره وروڼه دي، د دوى تر منځ سوله وکړئ، له الله پاک نه وبېرېږئ چي پر تاسي باندي رحم وکړي. ټول پښتانه افغانان دي، د دنيا په هره سيمه چي پښتون پروت – افغان دئ، افغانان ټول ولي مري؟ څوک يې وژني؟ ډېر اسلامي هيوادونه دي هيچري هم جنګ نشته، خو په افغانانو کي جنګ، په پنجاب کي هم نشته، خو په پښتنو او افغانانو کي جنګ راغئ، الله پاک وايي: که چا يو مسلمان په قصد قتل کړ د هغه ځاى جهنم دئ، دا کوم شريعت دئ چي په ځان پوري بم وتړه جنت ته به ځې؟ موږ اتفاق، ورورولي او امن غواړو، افغان سره که دلته دي که پاکستان کي ورسره بې انتها دولت دئ. برېښنا، لرګي، ګيس، مرغلري او ...... خو چي په دنيا کي څوک خوار دئ، کاڼي ټکوي هغه به د پښتون بچى وي، مسئله د رزق ده، جګړه د اقتدار ده، شريعت نشته، د شريعت په نوم خلګ اقتدار غواړي، ناستو ته وايم چي را ځى لاس سره ورکړئ، افغانستان تبا شو اوس زموږ وار دئ چي له کوره ووزو بيا مو د رات� �و هيله نه وي، قوم جوړي ته تيار دئ خو خبره په مشرانو کي ده. استاد � �باني: موږ چي د جهاد په دوران کي د پاکستاني وروڼو مېلمستيا احساسوله، دوى زموږ مهاجرو ته پناه ورکړي، د زړه له کومي مننه کوم. آيا د ترور فرهنګ زموږ د دين، تاريخ او فرهنګ برخه ده؟ انسان تعجب کوي، په دويم نړيوال جنګ کي خو المانيان افغانستان ته راغله، افغانانانو متفقينو ته ونه سپارل، خو اوس هغه المانيان دلته تښتول کېږي او نور ....... د دې عامل څه دئ؟ په اسلامي تاريخ کي خو ځان وژنه نشته، په دين کي اکراه نشته، زموږ هره طبقه چي واک ته ورسېږي نو بل چا ته په واک کي د ګډېدو وخت نه ورکوي، غربي ديموک� �اتان هم همداسي دي، که حماس واک اخلي نه يې مني، ځکه هغوى خپل د کانديد برياليتوب غواړي، زموږ مذهب، دين، تا� �يخ، او ادب د انساني يووالي امر کوي، او زموږ اديبان او پوهان پر ځانو انتقاد کوي، موږ هم بايد پر ځانو انتقاد وکړو. دوه ملته خپلو کي ديني، تاريخي، فرهنګي او .......ژوري اړيکي لري. نن د ځينو مشرانو له خوا ځيني ستونزي رامنځته شوي خو د ملتو حساب د مشرانو له حسابه بېل دئ، موږ بايد دلته د حل لاري وګو، بايد دې ته ونه ګورو چي د دې دوو هيوادو مشران څه کوي، بکلي سم حل وګورو. دا جرګه بايد د طالبانو او نورو پر ضد د جنګ اعلان ونکړي، بلکي هغوى ته وويل شي چي څوک وژنۍ؟ خپل خلګ وژنئ؟ دا جرګه بايد يوازي د خبرو دپاره نه وي، بلکي مثبتي پايلي ولري، د جنګ او تروريزم علتونه بايد وڅېړل شي. بل دا چي اسلام ته د تروريزم په سترګه ګوري، دا ډېر لوى تور دئ، څوک چي دا تور لګوي هغوى په لوى لاس د تروريزم اور ته لمن وهي. ډاکټر عبدالمالک عاصي: ناست ټول په دې متفق دي چي غوټه چي په لاس خلاصېږي غاښ ته ح اجت نشته. افتخار کوم چي دلته د پاکستان په حمايت لوى سوړ جنګ دلته پاى ته ورسېد، خو له بده مرغه چي دلته امن رانغئ، خوک ليونى به وي چي په افغانستان او پاکستان کي به جنګ غواړي. زموږ پاکستانيانو خپ� �وان افغانان دي، که هره ژبه وايي، وايي خپل دي هغه دي چي سهار دي کور ويني، ماښام دي اور. موږ په جهاد دوران کي تولي هغه اسانتياوي افغانانو ته ورکړې چي پاکستانيانو ته مو ورکړي وې، د افغانستان په ترقي کي زموږ ترقي ده. زموږ تر منځ يو قدرتي تجارت دئ، مېوې، قاليني او ..........راځي. زموږ کارکوونکي د� �ته راځي، نو موږ ستاسي ښېګڼه غواړو، ولي چي دې کي زموږ ښېګڼه ده، تروريزم موږ هم ځپلي يو، نو خداى دي امن راولي ولي امن سره زموږ ټولو ښېګڼه ده. عزيزالله واصفي: د امن کليمه په ديني او انساني شعايرو کي ډېره لويه ده، په هر ترتيب امن سولي ته اړتيا لري، خو بايد وپوښتو چي امن ولي و� �اړئ؟ د پاکستان له ملت څخه نهايت خوشاله يم، خو له دولت او ISI څخه نهايت ګيله من يم. او ګيله له دولت څخه کېږي، زما ښه په ياد دي، زه له روس سره په جنګ اخته وم، خو ده زه پر اوو ټوټو ووېشلم او قومانده يې د استخباراتو يوه مشر ته په لاس ورکړه، تر هغه چي واک د جاسوسانو په لاس کي وي، سوله نه � �اځي. زه د پاچاخان د ناروغۍ پوښتني ته ورغلم، ISI وغوښتم چي ولي ورغلئ وې، ما ويل هغه زما لېډر او زما پلار دئ. د مولانا مفتي محمود له زوى (مولانا فضل الرحمان) څخه ډېر ګيله من يم، دى د کندهار د ناصرانو د کلي دئ، دى دې جوړي ته نه دئ راغلئ، آيا دا اسلام اجازه ورکوي؟ زه ورته وايم چي ستا په وطن کي ويني تويېږي، ته رانغلې، مشرف وويل چي طالبان موږ د افغانستان اکثريت بولو، بايد حمايه يې کړو، نن ولي جنګ او مرګ په لرو بر کي پښتون ته متوجه دئ، دا يوه طرحه ده، يو د تباهۍ پروګرام دئ، په ګرده پښتونخوا کي مکتب سوحل کېږي او شاګردان، معلمان وکيلان او . . . . . وژل کېږي. د پاکستان حکومت ته يو عرض لرم، ځيني مسايل به پټ کړم، ځکه دلته د امن خبري کېږي، افغانستان د ISI له خوا ټوکر ټوکر شو، خو دلته هره موضوع بايد علماً حل سي، د دې جرګې پرېکړي بايد د دواړو هيوادو په پارلمان کي په قانوني توګه تصويب سي او اجرائيوي اړخ پيدا کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په عراق كې په يوه امريكايې زېرمه تون كې چاودنه وشوه", "output": "رپوټونه وايې دا چاودنه نن سهار د عراق په الرشيده ښار ګوټې كې � �امنځته شوه. په عراق كي امريكايي ځواكونه وايې په دې چاودنه كې سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې، خو ډېره اندازه چاودېدونكې توكې له منځه تللې. د دې چاودنې علت تر اوسه نه دى معلوم خو عراقي او امريكايې سرتېرو زېرمه تون ته د نيژدې سيمو اوسېدونكې له خپلو كورونو خوندې ځايونو ته لېږدولي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یقین په مرتبوکي پرق", "output": "د که دعلم الیقین اوعین الیقین ترمینځ دفرق په اړه پوښتنه وشي نودهغه جواب دادی چي علم الیقین انبیاووته دخپل نبوت له اړخه حاصل اوعین الیقین ملائیکوته حاصل دی چي جنت،دوږخ،لوح،قلم،عرش،اوکرسي په خپلوسترګوویني اوهمدې ته عین الیقین ویل کیږي داجواب یې هم دی چي علم الی� �ین هغه دی چي ژوندي خلک یې دمرګ اوقبرپه اړه لري ځکه چي هغوی پوهیږي چي مړه په قبرونوکي دي لیکن هغوی په دې نه پوهیږي چي له هغوسره څه قسم سلوک کیږي اوعین الیقین مړوته حاصل دی ځکه چي هغوی قبردیوباغ یادجهنم دکندې په توګه په خپلوسترګولیدلی دی . داهم ویلای شو چي علم الیقین دقیامت علم اوعین الیقین قیامت اودهغه تکالیف � �یدل دٍي الهي فرمان دی بیابه ستاسوڅخه په هغه ورځ دنعمتونوپه باره کي ضرورپوښتنه کیږي یعني دقیامت په ورځ له تاسوڅخه ددنیاوي نعمتونوپه باره کي لکه صحت،داوریدونعمت،دلیدلونعمت،اورزق دحصول طریقه،اودخوراک اوچښاک دشیانوپه اړه پوښتنه کیږي چي تاسوددغوشیانوپه بدل کي دالله تعالي شکراداکړی دی اوکه نه ؟دالله فرمانبرداري موکړې اوکه نافرماني ؟ دابن حاتم اوابن مردویه روایت دی چي زید ابن اسلم له خپل پلارڅخه روایت کړی دی چي مح مدصلي الله علیه وسلم داایت ولوست چي تاسي دمالونودزیاتولومقابلې هلاک کړاست یعني تاسي یې له عبادت څخه غافل کړاست تردې چي قبرونوته ورسیداست هرګزنه تاسي به پوسئ یعني کله چي قبرونه ته راسئ عنقریب ډیرژربه پوسئ کله چي تاسي له قبرونوڅخه ووزئ اودحشرمیدان ته راسئ هرګزنه که تاسي دعلم یقین په توګه پوشوي وای یعني تاسوهغه وخت پیژندلي وای چي کله له خپلو عملوسره دالله تعالي په حضورکي حاضریږي اوپه خپلوسترګوجهنم ویني پل صراط به پرجهنم باندي کښیښودل شي ځیني مسلمانان به نجات ترلاسه کړي ځیني به پکي زخمي سي اوځیني به په جهنم کي ولویږي یبابه له تاسوڅخه ضروردنعمتونوپه باره کي پوښتنه وشي یعني خوراک، چښاک ،کورونه ،حیات ،اودخوب په شان اسانیواونعمتونوپه باره کي پوښتنه کیږي . دحضرت علي رضي الله عنه قول دی چي له نعمت څخه مرادتندرستي ده چاچي دغنموډوډۍ خوړلې وي دفرات دسیندیخي اوبه یې چښلي وي داوسیدوکورهم ولري اوداسي نورداټوله هغه نعمتونه دي چي ترینه دهغوپه اړه پوښتنه کیږي . ماخذ: مکاشفت القلوب / امام غزالي (رح)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بيړنی خبر: د ملگروملتونو په موټر ځانمرگی برید وشو", "output": "نن په لس بجي د کندهار د سپين بولدك دگمرك په مخكي دWHO یا د روغتیا د نړیوال سازمان په یوه موټر باندی ځانمرګي بريدوشو. سرچیني وایی چې د برید کې د موټر دوه تنه سپاره کسان هر یو ډاکتر مامون طاهری د جنوب لویديځي حوزې د واکسیناسیون د انسجام د چارو د رياست امر او ډاکټر شمس الحق کاکړ د روغتیا د نړیوال سازمان د واکسین د چارو افسر وژل شوي دي . په دی برید کی 15 نور کسان چی پکې د گمرک یو ساتونکی، 13 ولسی وگړي او یو قرار دادي شامل دی ژوبل شوي هم دي. دا ډاکټران د سپین بولدک ولسوالۍ ته د یو رسمي ماموریت پر منظور روان ول.ویل کيږي دې � �اکټرانو غوښتل د سولي د نړیوالی ورځي په مناسبت په سپین بولدک کې د پولیو د واکسین د کمپاین د پیلیدو لپاره له اړوندو ادارو سره خبري وکړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لمانځه په باره کی څلويښت حديثونه", "output": "لمونځ په دين کی يو ډير مهم بدنی عبادت دی نو ځکه د لمانځه په حصه کی ذيات حديثونه راغلی چی دهغه را ټولول دلته ګران دی له هغه څخه ۴۰ حديثونه په � �اندی ډول دی.۱- نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی چه الله جل جلاله زما په امت دټولو څيزو نه مخکی لمونځ فرض کړ او په قیامت کی به دټولو څيزونو نه مخکی دمونځ حساب کيږی .۲- بنده او دشرک په منځ کی فرق کونکی يواځی مونځ دی .۳- داسلام نښه لمونځ دی څوک چه زړه فارغ کړی او دوختونو او مستحباتو لحاظ ساتلو سره لمونځ وکړی هغه مؤمن دی .۴- هيڅ يو شی دايمان او دلمونځ نه بهتر فرض کړ شوی نه دی که چيری ددينه بهتر بل شی فرض کړی وی نو ف� �ښتو ته به یی دهغه حکم ورکړی وای ،فرښتی شپه او ورځ څوک په رکوع کی او څوک په سجده کی دی .۵- لمونځ ددين ستن ده .۶- لمونځ دشيطان مخ توروی .۷- لمونځ دمؤمن نور دی .۸- لمونځ بهترين جهاد دی .۹- کله چه بنده لمونځ شروع کړی نو الله تعالی د هغه طرف ته پوره توجه فرمایی او کله چه لمونځ نه لری شی الله تعالی هم تری لری شی . ۱۰- کله چه کوم آفت دآسمان نه نازليږی نو دجماعت له آبادونکو نه لری وی.۱۱- که څيری لمونځګزار په څه وجه دوزخ ته ولاړ شی نو اور یی د سجدی ځایونه نه سوزوی .۱۲- الله تعالی د سجدی ځايونه په اور حرام کړی دی .۱۳- دټولو نه � �يات خوښ عمل دالله تعالی په نزد لمونځ دی چه په وخت وشی .۱۴- الله تعالی ته دبنده په ټولو حالاتو کی دټولو نه ذيات خوښ دا حالت دی چه هغه په سجده کی ووينی چه تندی یی پر ځمکه وی .۱۵- الله تعالی سره دبنده دټولو نه ذيات نزديکت په سجده کی وی .۱۶- دجنت ګنجيانی لمونځ دی .۱۷- کله چه بنده د لمونځ لپاره ودريږی نو د جنت دروازی و� �ته خلاصی شی او دالله تعالی او دغه لمونځګزار تر منځ پرده لری شی تر څو چه توخی يا نور څه کی مشغول نه شی .۱۸- د لمونځ درجه په دين کی داسی ده لکه دسر درجه په بدن کی.۱۹- لمونځ دزړه نور دی څوک چه زړه نورانی جوړول غواړی نو په لمانځه سره یی د جوړ کړی.۲۰- دځمکی په کومه برخه د لمونځ په زريعه الله ياد شوی وی هغه برخه پر نورو حصو د ځمکی فخر کوی .۲۱- څوک چه دوه رکعته لمونځ وکړی دالله تعالی نه څه دوعا وغواړی نو الله تعالی به دده دوعا � �بولوی خو ژر وی يا د څه مصلحت له خاطره څه موده پس وی خو ضرور یی قبلوی.۲۲- څوک چی يواځی والی کی دوه رکعته � �مونځ وکړی چه دالله تعالی او فرښتو نه بغير یی هيڅ څوک هم ونه وينی نو هغه ته به د دوزخ څخه دخلاصی اجازه نامه ورکړشی .۲۳- څوک چه يو فرض لمونځ ادا کړی دالله تعالی په نزد دهغه يوه دعا قبوله شوه.۲۴- څوک چه د پنځه وخته لمانځه ساتنه کوی دهغه رکوع ،سجده ،اودس او نور په ښه شان آدا کوی جنت دهغه لپاره واجب شو او دوزخ په هغه حرام شو.۲۵- لمونځ دهر پرهيز ګار قربانی ده .۲۶- مسلمان بنده کله چه د پنځو لمونځونو ساتنه وکړی شيطان د هغه نه ويريږی او کله چه هغه په لمونځونو کی بی پروایی شروع کړی نو شيطان په هغه زړور شی د هغه په غلولو کی یی طمع پيدا شی .۲۷- دټولو نه بهترين عمل په اول وخت کی لمونځ کول دی .۲۸- دالله تعالی په نزد دټولو لمونځونو نه � �يات خوښ په اول وخت کی لمونځ کول دی.۲۹- دماسپخين دلمانځه ړومبی دڅلورو رکعتو ثواب داسی دی لکه د تهجد دڅلو� �و رکعتو .۳۰- کله چی بنده لمانځه ته ودريږی نو د الله تعالی رحمت هغه طرف ته متوجه شی.۳۱- دټولو نه بهترين � �مونځ دنمی شپی دی خو ددی کونکی ډير کم دی.۳۲- دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د مشقت ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی.۳۳- دتهجد لمونځ ضرور کوی چه تهجد دصالحانو طريقه ده او دالله تعالی د نزديکت سبب دی تهجد دګناهونو نه منع کوی او د خطاګانو د معاف کولو زريعه ده ،په دسره بدن هم تندرست کيږی .۳۴- دلمانځه په باره کی دالله تعالی نه وويريږی ، دلمانځه په باره کی دالله تعالی نه وويريږی ، دلمانځه په باره کی دالله تعالی نه وويريږی.۳۵- لمونځ ترک کول بنده کفر ته رسوی - يو بل ځای ارشاد دی چی دبنده او کفر وصل د لمانځ ترک دی – بل ځای ارشاد دی چی دايمان او کفر په منځ کی دلمونځ پريخودل فرق دی.۳۶- څوک چی دوه لم ونځونه بغير له کوم غذر په يوه وخت وکړی هغه د ګناهونو د دروازی يوی دروازی ته ورسيد.۳۸- په اسلام کی دهغه کس هيڅ حصه نشته کوم چه لمونځ نه کوی ،او بی اودسه لمونځ نه کيږی لمونځ ددين لپاره داسی دی لکه دسړی لپاره چه سر دی.۳۹- څوک چی څلويشت ورځی په اخلاص داسی لمونځ وکړی چه تکبير اولی تری فوت نه شی نودغه کس ته به دوی خلاصون نامی ورکړ شی چه يوه د دوزخ څخه دحلاصون او دوهمه د نفاق څخه د نجات کيدو.۴۰- دالله تعالی ارشاد دی چه ای د� �دم اولاده ته دورځی په شروع کی دڅلورو رکعتو نه آجز مه جوړيږه زه به ټوله ورځ ستا کارونه پوره کوم ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "دلته دسرسړوسرونوباندې ډزې كيږي دلته دستوروكتارونوباندې ډزې كيږي يوڅوك دسولې په نوم راشي له مونږ سوله يوسي دلته دسولې كاروانونوباندې ډزې كيږي زمونږ دمعارف تنكي ګلان دوى په ږوليوولي دلته قلم اوكتابونوباندې ډزې كيږي دمورپه غيږ كې دمعصوم بچې لاڅه ج� �م وي دلته كمكيواوړكونجونوباندې ډزې كيږ ي كه څوك سپيڅلې عقيده لري نوپټ دګرځي دلته ممبراوم سجدونوباندې ډزې كيږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ته او هغه", "output": "ته او هغه ها چه ياد کړم ته راياد شې ته راياد � �ې ها مې هېر شي خو فقط يو څو شېبې بيا ستا او د هغه ياد سره دواړه شي ګډ وډ ته مې ځان و ته راکاږې ها مې ځان وته راکاږي او زه مينځ کې ولاړه, دا سوچ کوم چه څه وکړم ستا طرف ته در� �م که ها طرف ته لاړه شم يو طرف ته حقيقت بل طرف مجاز ځان مجاز کې ورک کړم چه ستا حقي� �ت ومومم؟ ص. ويسا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نورستان په حمله کي شپږ امريکايي عسکر وژل سوي دي", "output": "امريکايي مقامات وايي د نو� �ستان په ولايت کي شپږ امريکايي عسکر د ياغيانو په يوې حملې کي وژل سوي دي. دا حمله د سږکال تر ټو� �و مرګانۍ حمله وه، او پدې ترتيب کال ٢٠٠٧ د امريکايي عسکرو لپاره تر ټولو مرګانى کال سو. د نيويا� �ک ټايمز ورځپاڼه پخپل ويب ساېټ کي ليکي: امريکايي عسکر د نورستان له يوه کلى را روان وو چي له څو خواوو څخه بريد پرې وسو. د دې شپږو امريکايي عسکرو مرګ، د وژل سويو امريکايي عسکرو د کال ٢٠٠٧ شمېر ١٠١ تنو ته � �سوي. پوځي چارواکي زياتوي چي د جمعې د ورځي په مرګاني بريد کي درې افغان عسکر هم وژل سوي، او ٨ امريکايي او ١١ افغان عسکر ټپي سوي دي. که څه هم، پدې سيمه کي خارجي تروريستان لکه عرب، چچين، او اوزبک فعال دي، خو د نورستان والي ددې حملې ملامتي پر طالبانو باندي اچوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ميدان وردګو ولس دې دنوم ليکنې له چانسه ګټه واخلي", "output": "د ميدان وردګو ولس دې دنوم ليکنې له طلايي چانسه ګټه واخلي شبيراحمد وردګ د ميدان وردګو و� �ايت ولس دې دنوم ليکنې له پيل شوي بهير څخه په هوښيارنه او اګاهانه توګه ګټه واخلي او د ټاکنو د کارتونو د تر� �اسه کولو په موخه دې په ولسي او ډليزه توګه د کارت ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د چا د ګواښ او ډارونې پروا دې ځکه نه ساتي ، چې ددوى راتلونکى په همدې کارتونو پورې تړلى دى . په دې کې شک نشته چې د ميدان وردګو ولايت زياتره وګړي باسواده او په علم مين خلک دي ، دغه ولس د ټاکنو په ارزښت او په ټاکنو کې د ګډون او نه ګډون په زيان او ګټه ښه پوهيږي ، نو له همدې امله بايد دغه ولس په شعوري توګه د ټاکنو په راتلوونکي بهير کې د ښې او پراخې ون� �ې اخيستو په موخه نوم ليکنه وکړي . ددغه کارت په ترلاسه کولو سره دوي راتلونکي د خوښې ولسمشر ، د پارلم ان او ولايتي شورا غړيو ته رايه ورکولى شي ، دغه د نوم ليکنې بهير چې تېره ورځ ددې ولايت د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو پيل شو ديوې مياشتې لپاره به دوام وکړي . د ميدان وردګو ولايت والي محمد حليم فدايي تېره ورځ ددغه بهير د پيل کېدو پر مهال له ټولو هغو کسانو ، چې عمرونه يې له اتلسو کلونو پورته دي غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنود نوم ليکنې په دغه بهير کې ، چې د همدې ولس راتلوونکى پورې تړلى دى ، په ډليزه توګه برخه واخلي او په عادي سترګه ورته ونه ګوري . فدايي په دې ولايت کې ددولت په وسلوالو مخالفينو هم غږ وکړ، چې دملي پخلاينې له پ� �وسې سره يوځاى شي، قانون ته په احترام سره د نوم ليکنې په بهير کې دې ونډه واخلي او بيا دې د ټاکنو پر مهال د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي . د ميدان وردګو ولايت مخورو ، علماوو ، جهادي قوماندانانو او د قلم خاوندانو د فدايي ددې خبرې کلکه پلوي وکړه ، چې نوموړي مخالفين دنوم ليکنې بهير ته راوبلل . دغو مشرانو زياته کړې ده ، له هغه وخته چې د ميدان وردګو والي دې ولايت راغلى ، نو وسلوالو مخالفينو ته يې د خبرو، مفاهيمې او صلحې بلنه ورکړې او پخلاينه يې د ستونزې غوره لار بللې . دغو مشرانو وويل چې مخالفين دې د پرديو په لا� �ښوونه د خپل کړېدلي ولس راتلونکى نه تياره کوي او په دغه ټاکوونکي سرنوشت کې دې د ولس د ونډې خنډ نه ګرځي او دوي دې هم د يوه مسلمان ، ازاد افغان او ددې هېواد د بچي په توګه نوم ليکنه وکړي او خپله رايه دې په خپله خوښه وکاروي . ددې ولايت د هرې ولسوالۍ مېشت وګړي دې لکه د اشر په ډول په ډليزه توګه د نوم ليکنې مرکزونو ته � �اړ شي او د هيڅ خنډ پروا دې نه ساتي ، ځکه رايه د هر افغان حق دى او دا ولس دې چا ته وخت نه ورکوي ، چې په ګواښونو ددوي په مرۍ پښه کښيږدي او دغه حق ترې واخلي . د ميدان وردګو ولايت د ولس ترڅنګ ، د ټول افغانستان وګړي او په ځانګړې توګه پښتانه دې په ډيرې هوښيارۍ سره د هېواد په هره سيمه کې د سر په قيمت نوم ليکنه وکړي ، کارت دې ت� �لاسه کړي او بيادې په راتلوونکي کې د خوښې کانديد ته ورکړي ، ځکه چې اوس د پښتنو پر ضد د کورنيو او بهرنيو نورو دسسو ترڅنګ دا هڅې هم روانې دي ، چې دغه قوم د هېواد په ګوټ ګوټ کې په يوډول نه په يو ډول د نوم ليکنې له دې بهير څ خه بې برخې شي ، چې په راتلونکي کې بې رايې پاتې شوي او د خوښې کانديد ونلري . خو پښتانه دې په ټول هېوادکې دغه دسيسې دکارت په اخيستو او د رايې په ورکولو سره شنډې کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کی شيبه دمخه بله چاودنه وشوه", "output": "د کندهار د ده خواجه د مانده په سیمه کې د نظم خاص د غوند کراګاه ته 5 دقيقې مخکې ځانمرگی بريد شوی. نور جزيات به شيبه وروسته پر ليکه � �ی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایمن الظواهري: ایران له غربیانو سره د مسلمانانو پر ضد لاس یو کړی", "output": "د القاعدې ت� �هگري ډلي دوهم مرستیال ایمن الظواهري په یوه تازه يو نیم ساعته ویډیويي پټه کې راڅرگند شو . ظواهري له الجزیرې ټلویزیون څخه په خپره شوي دې پټه کې ایران تورن کړی چې گواکي د اسلام پر ضد ص� �یبی جگړه کی ېې له امریکې او غربیانو سره لاس یو کړی او له هغوي سره همکاري کوي .د القاعدې ډلي دا ویدیو د سپټمبر د یولسمي نيټې د بریدونو د اومې کلیزی په مناسبت خپره کړي ده .د دې ویدیو په ځینو برخو کی په سومالیا، افغانستان او عراق کې د دی ډلي د عملیاتو کلیپونه هم تر سترگو کيږي . ظواهری واېې چې د ایران دولت په افغانستان او اشغال شوي عراق کې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کوي او دا کار د دې ثبب شوی چې د نړۍ مسلمانانو ته او د هغوي دین ته سخت تاوان ورسيږي . د دې پټې په یوه بله برخه کې په افغانستان کې د القاعدې ډلي مشر ابویزید ښکاری چې د پرویز مشرف د گوښه کدیو په اړه غږيږي . ابویزید هغه کس دی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د هغه د مرگ خبر لا وختي خپور کړی خو نوموړی ژوندی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روسيې د استخباراتو يو بل کارکوونکي ..........", "output": "د روسيې د استخباراتو يو بل کارکوونکي ته زهر ورکول سول ( د ليتوينېنکو په ډول نه بلکی د يوشينکو په شان ) په روسي ژبه د ازادۍ راډيو د ويب پاڼي نه د دميتري ولچيک د ليکني ژباړه.ژباړن:انجنېر زکريا۲۸ – اګست ۲۰۰۷يوه بله داسي هېښونکې پېښه بيا را مېنځ ته سوه، چي داستخباراتی اُرګانونو سره اړيکي لری. دروسيې د بهرنيو استخباراتو پخوانی کارکونکۍ پاويل باسانيڅ، چی اوس دروسيې د کمونست ګوند دلوېديځي حوزې منشي دی، په اغلب ګمان په زهرو تسموم سوی دی. نوموړی تر هه نه وروسته زيات شهرت وموند، چي تېر کال ئي په لوبيانکه ( دا په مسکو کي د هغه سيمی نوم دی، چېري چي دروسيې اتخباراتي اداره يعني اف اس بې يا پخوانۍ کا جې بې موقعيت لري او زياتره دروسيې دغه استخبارتي مرکز ته هم لوبيانکه وايي .ژباړن) کی دروسيې د استخباراتو دورځي دلمانځلو په مراسمو کي دروسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دولتي خيانت تورن کړ. لږ ترلږه باسانيڅ خپله دغه ډول ادعا کوی. دتسموم نه وروسته اوس دوې اونۍ تېري سوي دي، خو د پاويل باسانيڅ روغتيائي حالت يوه ورځ تربلي ورانېږي. د کيڼي جبهې مشر دازادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي داسي وويل :- دا يوه معمائي پېښه ده. هغه درې اونۍ مخکي را مېنځ ته سوه. ده فکر کاوه چي عادي تسموم ( اسهال ) دی او دا يوه نورماله خبره ده او بيرته به ژر جوړ سي، ځکه نو ډاکټرانو ته نه ولاړی او په کور کي پرېوتی. خو ډېر وخت وروسته دغه ناروغي نه سمېدله او يو عجيب ډول بخارونه پر رواختل. وروسته له هغه ئي ډاکټرانو ته مراجعه وکړه، خو هغوی په پوه نه سول چي دا څه ډول ناروغي ده او دڅه شي نه پيدا سوې ده. وروسته دا هم مالومه سوه، چی دی د زړه د حملې نه مخکي حالت لري. درې اونۍ تېري سوې خو دغه ناروغي نه يوازي سمه نه سوه بلکي تر هغه لا نوره هم بدتره کېږي. ډاکټران وائي چي په هيڅ شي نه پوهېږي .پوښتنه: دده همکاران او ملګري ئي څه فکر کوي او تاسو څه فکر کوی؟ځواب : لکه څنګه چي دباسانيڅ موضوع دولسمشر سره اړيکه لري، نو کېدای سي هغه هم دليتوينېنکو په شان د ولسمشر دبې اعتباره کولو لپاره ګټه ترې اخستل سوې وي. يعني زه خپله په دې خبره دومره باور نه سم کولای، چي ولاديمير ولاديميرويچ ( پوتين ؛ ژباړن ) دي په دغه کار کي لاس ولري. خوداچي دده دشا اوخواکسان، کوم چي پر ده غواړي فشار رواړي، کولای سي دغه ډول لوبه وکړي اودا زما له نظره ډېره شونې ده.پوښتنه : په دې صورت کي بايد وواياست، چي پاويل باسانيڅ ولسمشر ته څه بد رسولي وه؟ ځواب : دتېرکال ددسمبر په لومړيو کي دبهرنيو استخباراتودنوبتي کليزي په وياړ يوه غونډه جوړه سوې وه او باسانيڅ په دغه غونډه کي شخصاً د ولسمشر په خلاف ډېره سخته ويناوکړه او په هغه کي ئي ولسمشر خاين وباله اووئي ويل چي هغه دلوېديځ په ګټه کارکوی او د غونډی پر ګډون کونکو ئي پاڼي هم وويشلې. ده په دغه کار سره کريملين دځان نه ډېر ناراضه کړ. ګينادي اندرېيوچ زيګانوف ( دروسيې دکمونست ګوند مشر؛ ژباړن) دا خبره ډېره جدي وګڼله او دباسانيڅ په خلاف ئي دګوند دننه څېړني پيل کړی، دغه اخښني پوښتني ټول وخت رواني وې.دهغو نه داسي څرګنده سوه، چي دمسکو په ګوندي سازمان کي دهغه دريځ ډېر غښتلی دی اوپه دې ډول دهغه سره څه نه سي کېدای اوزيوګانوف نه سي کولای دهغه سره مقابله وکړي. ځکه نو په زهرو دتسموم خبره رامېنځ ته سوه. زما په آند دا خبره هغه وخت رامېنځ ته سوه، چي نوره مالومه سوه، چي نوری وسيلې دغه پرابلم نه سي حل کولای.د انټرنېټ پورټال فوروم ام اس کا مسئول چلونکی اناتولي بارانوف په دې هکله داسي زياتوي :- طبعاً هغه د پولوني ( دا هغه راډيو اکټيو زهري ماده ده، چي په وسيله ئي الکساندر ليتوينېنکو ووژل سو: ژباړن )په واسطه نه دی وژل سوی. دراډيو اکټيو موادو اغېزه بېخي بل ډول وي. کېدای سي دلته هم ديوشينکو ( داُکراين ولسمشر هم دزهر په واسطه تسموم سوی وه او اغېزه تر اوسه پوري هم په مخ کي څرګندېږی؛ ژباړن )ته ورته څه کارول سوي وي.هغه بخارونه چي پر ده راختلي ده هم هغه دې ته ورته دي .پوښتنه: تاسود هغه تړاو دڅه شي سره ګڼی؟آيا دا په تېر ډسمبر کي د هغه دوينا سره تړاو لري؟ځواب :هو داسي شيان سته چي نه بخښل کېږي.عجيبه خوداده، کله چي پاويل باسانيڅ په تېر ډسمبر کي د بهرني اسخباراتو د۸۶ کليزي په غونډه کي دپوتين خلاف وينا وکړه، نو سمدلاسه په انټرنېټ کي داسي مفکورې رامېنځ ته سوې چي ډېر ژر به غچ ته سترګي په لاره يو. دروسيې دکمونيست ګوند دماسکو دسازمان په سايټ کي داسي ليکل سوي دي : آيا باسانيڅ هم د ليتوينيکو په برخليک اخته سوی دی؟ آيا کرملين دومره پولونيم ( مخکي ياده سوې زهر زجنه ماده ) لري چي په روسيېه کي ئي ټولو ناراضيانو ته ورکړي ؟ددغي پېښي په اړوند دسياسي چارو کارپوه ولاديمير پريبيلوفسکي داسي وايي:-کله چي باسانيڅ ځان ناروغه احساس کړ، نو سمدلاسه ئي وويل چي دی په زهرو تسموم سوی دی. په هغه وخت کي دده دا خبره چا جدي ونه ګڼله ( خو بوډا د استخباراتو پخوانۍ کارکونکی او اوس د حکومت مخالف دی ) ، په ځانګړې توګه دده ملګرو نه غوښتل دا خبره زياته تبليغ کړي. خو د کلينيکي معايناتو نه داسي څرګندېږي چي دا تسموم عادي تسموم نه دی. له بله پلوه باسانيڅ خپله هغه سړی دی، چي د کا جې بې په بهرني استخباراتو کي په خپله په دغه کار بوخت وه، ځکه نو دی ډېر ژر پوه سو چي دی په عادي ډول غذائي تسموم سوی نه دی. په دې ډول ددې امکانات ډېر سته چي استخبارات چيان ( پوتين اوباسانيڅ دواړه دپخوانۍ کا جې بې کارکونکي دی چي په روسي ور ته چيکيست وايي؛ ژباړن) يو دبل سره حساب تصفيه کوي.څيپوف هم د زهرو په واسطه تسموم سوی وه. هغه نيمچه اجنټ او نيمچه بدماش وه. ليتوينېنکو،چي هم پخواني چيکيست وه.، دزهرو په واسطه تسموم سو. باسانيڅ د حکومت مخالف او فعال کمونيست هم پخوانۍ چيکيست وه. په هر صورت ډېر وزهري تسموم ته شباهت لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له ایرانه تورمخي راغلل او له پاکستانه سپین مخي", "output": "دا خو څه پټه خبره نه ده چی یوازې زه به پرې خبر یم ، ددې ناخوالې څړیکې اوس د ټول هیواد له ګوټ ګوټ څخه راپورته کیږي ، چی نه یې د درملنې کومه چاره له خلکو سره شته او نه هم د چا زړه ورباندې کیږي چی ځان ورځنې بیغمه کړي . ځکه هغه به یې یا زوی ، ورور او یا کوم بل نږدې خپل وي چی نشي توانیدلی د هغه له داسې ناولي ژوند څخه یې مرګ غوره وګڼي .منمه چی ددغو کسانو � �وږدي کیدل په نشو باندې د دوی خپله ګناه ده او د ایراني دولت له خوا څخه ورباندی مستقیآ نه ده تحمیل شوې . خو دا حتمي ګڼم چی باید ووایم : په والله که خو هیڅوک له هوسه د نشه یې توکو معتاد شي ، تر څو یې د اړ کید� �وکوم علت نه وي موجود . یو افغان ددې لپاره ایران ته نه ځي ، چی هلته په پوډرو یا هم تاریاکو باندې ځان روږ دی کړي . هغه په دې نیت خپل هیواد او خپله کورنۍ د څو کلونو د پاره پریږدي چی یو څه نغدې روپۍ او ګټه راوړي ، تر څو اقتصادي ستونزو سره چی له کلونو راهیسې یې په افغانستان کې ځاله کړې ده ، مخ نه شي .خو دا چی هلته د ایران دولت او رعیت دواړه ورته په سپکه ګوري او ددې وړ یې هم نه ګڼي چی د هغوی په خاوره کې مزدوري وکړي ، نو خامخا هغه ناهی� �ی شي ، او له دغه محتاجه او بې وسه ژوند څخه د مایوسۍ له امله د تورو نشه یې سکروټو کباب وګرځي ، چی همدغسې د عمر تر پایه پورې کرغیړن اوسوی سکور پاتې شي .خدایزده ، ولې هغه دومره د تعصب او تزاد څخه ډک ولس دی ؟ چی پرته له ځانه یې نور هیڅوک نه خوښیږي ، او بیا په ځانګړي ډول : د افغان له نوم نه خو یې بیخي کرکه کیږي ، چی ددغو څو لسیزو افغان مهاجرو ته ددوی په بخیل اقتدار کې هغوی ته د زده کړې لپاره وخت ورکول خو پریږده چی حتا په ارامه خپلې م زدورۍ او هستوګنې ته یې نه دي پريښي .هغوی ته یې تش په نامه داسې پنا ورکړي ده چی په ښکاره یې ګاونډیتوب پاللی او په پټه یې د دښمنۍ هغه هنر لوبولی دی چی د هیڅ لوبغاړي به ورته عقل ونه رسیږي . په ډاګه یې وایم :د ای� �ان په خاوره کې سنې مذهبي بیخي د انسان حیثیت نه لري ، هغوی ته په ډیره حقیره سترګه کتل کیږي . چی په ډیره کچه افغانان ددغه عکس العمل ښکار ګرځیدلي دي ، نو هغه ده چی اوس نه خپل کور ته د راتلو مخ لري او نه یې هم هلته د اوسیدو ټېکه کیږي . خو ددغه پټ ښامار « ایران » پر خلاف د ښکاره ښامار « پاکستان » يادونه کووم :خدای � �اهد دی که خو مو له هغه نه هم ښه ورځ لیدلې وي ، خو یوه ښیګڼه یې چی له افغان ولس سره کړې ، ډیره احسانمنه او د منلو وړ ده . چی بایده دي له دغې ښېګڼې څخه یې سترګې پټې نشي ! یوازې پښتانه نه یادووم ، دلته زما ټولو افغانانو ته اشاره ده چی له هیواد څخه یې کله پاکستان ته هجرت وکړ ، نو ډیری کسان په الف او ب هم خبر نه ول ، خو چی کله یې بی� �ته د راتلو هوډ وکړ ، ټول د تعلیم او مسلک له نعمته برخمن راستانه شول ، حتا خپل اولادونه یې د نوې ټکنالوژۍ په ډیرو لارو چارو کې بلد کړل چی اوس د هیواد هره اداره ورته تر نورو ډیر ضرورت لري . دا ډول د ټولو په څېر زم ا او زما د ځینو کلیوالو هجرت ، د خپلو سترګو ليدلې بېلګه ده : زموږ له هجرت څخه مخکې موږ ټول کلیوال په يو شان داسې ژوند تیراوه چی بلکل د علم نوم چا نه پیژانده . خو چی کله هجرت کولو ته اړ شولو او د پاکستان سپیره � �اګونه مو په خټینو کورونو ودان کړل نو هلته د یوه نوي او راڼه ژوند په خوند وپوهیدو . او ایله مو دا فکر وکړ چی د هر انسان ژوند په یوه راتلونکي پورې تړاو لري او همدغه راتلونکي ته پخپله انسان کولی شي چی هر ډول رنګ ورکړي نو ورکولی یې شي . زه دا نه وایم چی دا ابتکار د نورو و ، بلکې دا هاند او هڅونه د ځینو احساسمنو افغانونو وه چی تر اوسه پورې به چا په خپل هیواد کې خپل دغه بی وزله ، ړانده کاڼه ولس سره دومره لویه مرسته او خواخوږي نه وي کړي . خو دا چی د خبرې اصل رانه پاتې نشي ، افغانان پرته د ایران څخه نور د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کولی شي چی خپل ځانونه د نوي علم او ټکنالوژۍ سره اشنا کړي . او تر ټولو هیوادونو ډیر ورته په پاکستان کې دا حق ورکړ شوی چی خپل تعلیم په ازادنه ډول تر سره کړي ، او حتا له دغه اوسني کړکېچ څخه وړاندې یوه افغان هم دا احساس نه کاوه چی پاکستان دې البته پردی هیواد وي ، ټولو پکې په ډېره ارامه او خوښۍ سره هستوګنه کوله . نه پوهیږم چی زموږ د ځواک سترګې کږې دي او یا که څه بله ټکه پرې رالوېدلې ده چی لا تر اوسه یې هم د پټ دښمن هغو پټو ګوزارونو ته پام نه دی شوی چی له امله یې کیدای شي زموږ د هیواد هویت او نسل له منځه ولاړ شي . خو له ښکاره دښمن سره یې د دښمنۍ اصلي لامل پريښی چی زموږ خپل حق دی ، بس په یوه ناڅیزه خبره ورسره ډګر په ډګر دی چی هیڅ ارزښت یې نه لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان ماشومانوته دګوزڼ ناروغى واکسين پيل شو", "output": "ديو شمير مرستندويه نړيوالو ادارو په مرسته د افغانستان د روغتيا وزارت له خوا نن په ټول افغانستان کې افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد ناروغى واکسين ورکولو لړۍ پيل شوه. د روغتيا وزير ډاکتر فاطمي بينوا ته وويل ٤٥ زره رضاکاران په دغه درى ورځنى واکسيناسيون کې برخه لري او ټاکل شوې ده په ميليونو افغان ماشومانوته د ګوزڼ ضد ناروغى واکسين ورکړ شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "شعر اسدالله بلهار جلالزی پوهیږم ګل زښته ډیر ښکلی دی او پې پرته ځلیدونکې پرخه تر ښکلو ښکلی دلمرپه وړانګو اودسپوږمۍ په زرزری پلوشوکې هغه ښکلا تا لیدلی ؟ اوپه دی هم خبره یی اوکنه ستا سره اننګی ډیر ښایسته او ښکلې ښکا ری اوپرې پرته ،خوله ستا د پیزوان اونتکۍ په پلوشوکې تر دی لاشکلې ښکاری اوکله چې زه یوازې شمه په ګل،پرخه،لمر،اوسپوږمۍ مینه کوم ستا داننګو خولې پیزوان اونتکۍ په خاطر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خاندې که دې وخندوم یو څوک وژړول .", "output": "تر ټولو وړاندې په دې خبره پوه نه شوم چې دا � �یکنه چا کړې ده د سپرغۍ په ویب پاڼه کې مې ولیده عنوان یې داسې وه نړۍ اونیزه نه پوهیږم چې په رښتیا هم د نړۍ په نوم کومه اونیزه شته او که د کومې خور نوم ده . که اونیزه وی او غواړې چې زموږ د پرګرام له لارې ځان مشور کړي دا نو بیا هغه په جمات کې ........ کول دې که د کومې خور وي نو زه مې دا ټولې خبرې بیرته اخلم او بښنه هم ترې غواړم ځکه خویندې په پرده کې ښې وي او بل دا چې خویندې که هر څومر تورونه ولګوی زه ترې نه خفه کیږم ځکه چې په پښتو کې د ښځې ګوزارمعاف وی پښتانه د ښځې ګذار ته د قدر په سترګو ګوري . او که نه کوم ورور وي نو زما هیله دا ده چې بازاري خوي دې نه کوي ځکه دا کار درې ډوله خلک کوي یو هغه کسان چې د تشنابونو په دیوالونو باندې لیکل کوي او یا هغو کوڅه ډبو ځوانانو په شان چې خپل اشعار په دیوالو او یا هم د ونو په ډډونو باندې د چاقو په واسطه لیکي او دریم د شغالانو خوی ده چې د کلی څنډې ته راشی او یو او یو دوه اوازه وکړي او بیا بیرته د غره په لوري تښتی( که کومه خور یې بیا بښنه غواړم ) که لیکوال یې نو لکه د نر په شان لیکنه وکړه او خپل نوم دې په غټو ټکو کې ولیکه خپل فرض دې ادا کړه او خپل د زړه بړاس دې وباسه او که د ملت خدمت ګارې یې نوبیا دې خپل ثبتونه راوړه او محکمې ته مې وړاندې کړه چې بل د خپرونې چمتوکونکي بډې وانه خلي او که دې لالا د شیرزي سره رخه لري نو لالا ته دې ووایه چې یو ښه کار وکړي ستا په وینا چې شیرزی خو ما ته بډې راکړې وې ستا له لالا نه پسې نه اخلم او په یو خپرونه کې ستاینه وکړم . ګرانه لیکوا� �ه ! که نه بیکاره یې او دنده نه لرې نو هیله کوم داسې یو څو والیان ته راته پیدا کړه چې د ولایتون سره یې مرکه وکړم او پسې راکړي نیمې ستا او نیمې زما . (که خور یې بیا بښنه غواړم ) او که ورور یې او دا خبرې ټولې رښتیا وی ته پرې یقني یې خوبیا هم شیرزی او ما ته نه شې را مخامخ کیدلي نو بیا هیله کوم د پولیسو د کشف او یا د مین پاکۍ په موسسه کې کار پیل کړه ځکه چې د بوی حیس دې ډیر تیز دی ته چې د یوې ادعا له مخې یو شی ثبوته رسوې نو حقیقت خو په پټو سترګو رسولی شې . دا به له دې خوار ملت سره ډیر غټ خدمت وی له دې خبرو نه څه نه جوړیږي . ښکلا هغه جادوګره پیغله ده چې انسان په خپله غیږ کې ونسي بیا له انسان نه هر څه هیر کړي . نقادان وايي چې شاعر د مکان او زمان تابع وي . که څه هم زه خو شاعر نه یم خو د یې خپرونې جوړول هم لکه د شعر غوندې وي مکان او زمان دواړه لاسونه سره یو کړی او په واند باندې هغه څه وایي چې په هغه ځای کې وي . ښکلا یو داسې شي بیا د پسرلی ښکلا چې هر څوک یې نه شي لیدلی موږ په کابل کې ژوند کوو نو موږ ته کابل دومره ښکلی نه ښکاری او نه هغه کارونه وینو چې په دې څو کلنو کې شوي دی . ځکه چې م وږ ورسره عادي یو که یو ځوک یو ناڅاپه کابل ته راشی نو کیدی شی چې زما غوندې خوند ورکړي . او هغه یو څه پرې ولیکي که هغه لیکنه ما او یا د کابل میشتي ته وښې نو ورپورې خاندو لکه ته چې اوس په ما پورې خاندې . یوه خبره چې تا زما د بې سوادی کړې وه زه خو بې سواده یم بیا هم په یو رسنې کې دوه خپرونې په مخ بیایم ته له دومره سواد سر بیا هم بې نومه یې ( که خور یې یو ځل بیا بښنه غواړم ) ګرانه دا کومه ټولنه نه ده چې لوړپوړو چارواکو په پیسو باندې چلیږي دا رسنې ده هغه متل به دې اوریدلای وی چې عقل له کم عقل نه زده کیږي ، نو له تا نه مې دا عقل زده که چې تر دې وړاندې به ما هم د ستا په شان هوای تورنه په خلکو باندې لږول خو اوس پوه شوم چې ثبوت نه وی زه به یو چا پسې څه نه وایم . او یوه خبره بله تا کوت څنډنه کړې وه نو هیله کوم چې ډیره څه ولیکه ما پسې یې ولیکه نو د نر په شان خپل نوم هم ورسره ولیکه زه هیڅ نه شم کولی دا د نوم نشتوالی ستا شخصت را کموي په ډیرې مننې سره که خور یې نو یو ځل بیا بښنه غواړم خاندې که دې وخندوم خپرونې چلوونکی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايا ژبه او کلتورد خواخوږۍ په پيغامونو پرمختګ کوي؟", "output": "(سنځرخېل) ٢٢ ليندۍ ١٣٨٤ لمريز کال ته به وايي چي په هيواد کي هغه ځيني ټولني چي غړي يې تر انټرنټه پوري لاس رسی لري او همدا ډول د بهرمېشتو ټولنو مشران او استازي ټول د يوې کورنۍ غړي دي ، يو دبل وروڼه دي ، او يو د بل سره په کلتوري چارو کي په رښتيا هم بې سارې خواخوږي لري . کله چي دلته په افغانستان کي دننه او يا بهر کي کله کوم ليکوال مړ سي ، نو يو وېش و واخ به جوړ سي ، اسمان به مځکي ته او مځکه به اسمان ته بوزي ، سرونه به له دېواله دېواله ووهي ، او بس هره خوا په هره انټرنټ پاڼه کي به همدا پرله پسې د خواخوږۍ او او غمشريکۍ پيغامونه وي چي لار به نه کېږي . دا کار لومړی څو دګوتو په شمېر ټولنود ښه نيت له مخه پيل کړ ، خو وروسته داسي عام سو چي د ډېرو کلتوري ټولنو فعاليت بس يوازي د غمشريکۍ او يا مبارکيو تر پيغامونو پوري رالنډ سو او په دې ډول يې ځانونه او د ټولنو نومونه په خپرونو کي د خلکو تر غوږونو پوري ورساوه . تيار انټرنټ ، تياري ويبپاڼي او په پېخر پښتو خپروني ، نه يوازي دا چي داهر څه تيار او په خدمت کي دي ، بلکي مفت هم دي . دانټرنټ پاڼو چلوونکي هم بس دې کار ته خورا تيار دي چي کله به ورته تيار ليکل شوی پيغام راسي او. . . . ته به وايي چي دا خلک هم نور هيڅ کار او روزګار نه لري ، د مړي به سا تر غاړي نه وي وتلې ، دوی به لسګونه پيغامونو ته وخت لا ځايونه په نښه کړي وي . خوا مه بده وی ، زه نه وايم چي دا بد کار دی ، که همدغه څو تنه ليکوال ، ژورناليستان او پر افغاني کلتور مينان دا کار ونه کړي نو به يې څوک کوي ؟ بيا خو به هغه نامراده ليکوال چي عمر به يې دې ولس ته په خدمت تېرشوی وي پسله مرګه هم څوک ونه پېژني ! خو ؛ ديوې کلتوري ټولني ، علمي مرکز ، مطبوعاتي مرکز ، او دې ته ورته ډېرو نورو سازمانونو مانا دا هم نه ده چي بس کښېنه ، دې ته وايه مبارک دي سه ، او هغه به تاته وايي مبارک دي سه . نو به هغه کيسه سي چي ( ته ماته وايه حاجي صاحب او زه به تاته وايم ملا صاحب ) . د بېنوا انټرنټ سايټ د پام وړ سرليکونو په ستون کي د پښتو ژبي په اړه د يوه خورا مهم تاريخي او ملي کمپياين په اړه مالومات او پښتو ژبي څو خواخوږو ليکني کړي دي . که دا د کوم مړي په اړه وای نو به دي اوس ليدلي وای چي په لسګونو نه بلکي په سلګونو پيغامونه به ورته ليکل سوي وای ، خو دا چي دا موضوع لږ دقت او پاملرني ته اړتيا لري او د يوه ملي احساس او مسوليت پر اساس کېږي چي په څو علمي جملو کي د هغو ماشومانو ستونزي بيان شي کوم چي هم دافغانستان په پلازمېنه کابل کي ورسره لاس او ګرېوان دي او هم د هغوی د ټبر مشروع حق دی . نو ټولو فرهنګي ، کلتوري علمي او مطبوعاتي ټولنو غوږ کوڼ اچولی دی ځکه ښايي دوی به فکر کوي چي په دې کار کي يې نه دومره نوم کېدای سي او نه څوک شاباسی ورته وايي ، بلکي که کله کابل کي داطلاعاتو او کلتور وزير په خبر سي چي دې سړي هم د خپل ملي حق ږغ پورته کړی و ، نو کېدای سي کوم غوږ پېچ هم ورکړه سي . زه ستاسو د يوه ورور ، يوه افغان او يوه پښتون په توګه په هيواد کي دننه او په ځانګړې توګه بهر مېشتو ټولنمشرانو څخه په ډېر درنښت هيله کومه چي د خپلو ټولنو پر تګلارو ، کړنلارو، او موخو ژور فکر وکړي . هغه چي مړه دي په دعا يې بسنه وکړي ، د هغو چي اثار پاته دي د چاپ او خپراوي لاري چاري يې وسنجوي او خپل ولس ته يې وړاندي کړي او هغه چي ژوندي دي د هغوی د حقوقو د ترلاسه کولو په لاره کي خپله او دخپلو ټولنو شتمني او انرژي وکاروي ، نه د خواخوږيو په کلېشه يي او تکرارو پيغامونو . همدا ډول د يادوني وړ ده چي اوس نه افغانستان هغه افغانستان دی چي د څو تنو په توره وساتلای سي او نه هم ژبه هغه ژبه ده چي د څو شاعرانو په شعرونو او يا څو ټولنو د خواخوږيو په پيغامونو پرمختګ وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دطلوع TV له لوى څانوال څخه بښنه وغوښته", "output": "دطلوع تلويزون په رسمې توګه دافغانستان دلوي څارنوال عبدالجبار ثابت څخه بښنه وغوښته.دغه څرګندونې نن په كابل كې ديوناما وياند حليم صديق خبري غونډې ته وكړي.ښاغلي صديق زياته كړه چې،د طلوع تلويزون مشر سعد محسني تيره ورځ دلوى څارنوال جبار ثابت دفتر ته ورغلى و، او له هغه څخه يي دهغه خبر په اړه چې،ښاغلي ثابت يي ناسم بولي په رسمي توګه بښنه وغوښته.وياند دطلوع تلويزون دغه كار وستايه،او زياته كړه چې،بايد درسنيو ترمنځ داسې يوه فضا رامنځ ته نشي چې،ستونزې را وزيږوي.شاخوا پنځه څلويښت ورځې وړاندې جبار ثابت په دې تور چې،دغه خبري سمي نه دې خپرې شوې، د دغه تلويزون دځينو مشرانو دنيولو خبر وركړ. چې،وروسته بيا ښاغلي ثابت وويل:چې طلوع بايد دده څخه رسمي بښنه وغواړي چې،طلوع په هغه وخت كې دا كار ونكړ.ديادونې وړ ده چې،دطلوع تلويزون يو كار كوونكي چې،نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي دا خبره بي بنسټه وبلله ،او زياته كړه چې،دوى له څارنوال څخه بښنه نه ده غوښټې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان ځواکونو پاکستانی پوځي وژلی دی", "output": "د ١٣٨٣ د مرغومي ١٤ کابل : د ډورنډ له کرښو څخه په رارسيدلي يوۀ خبر کې ويل شوي دي چې د پاکستاني پوځونو او افغان سرتيرو ترمنځ په يوه نښته کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی دی . پاکستان دعوه کوي چې د دوی پوځيانو په شمالي وزيرستان کې د متحدو ايالاتو د يوۀ بې پېلوټه الوتکې پاتې شونې پلټل چې دغلته لويدلې وه . افغان سرچينو دا دعوه رد کړې او وايي سرتېرو هغه وخت پر پاکستانيانو ډزې وکړې چې د ډيورنډ له کرښې ورواوښتل . پاکستان وايي دوی په ځواب کې پر افغانانو ډزې کړي دي خو کوم ځاني زيان يې نه دی اړولی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بېنوا ويبپاڼه دوه کلنه شوه ( په ږغ کي يې واورﺉ )", "output": "بېنوا ويبپاڼه د ۲۰۰۴ ميلادي کال د جولاﺉ پر لمړۍ نېټه ( د ۱۳۸۳ هجري لمريز کال د چنګاښ پرلسمه نېټه) د لمړي ځل له پاره پرليکه شوه ، دوه کاله يې په پرله پسې توګه خپروني وکړې بېنوا ويبپاڼه د ۲۰� �۴ ميلادي کال د جولاﺉ پر لمړۍ نېټه ( د ۱۳۸۳ هجري لمريز کال د چنګاښ پرلسمه نېټه) د لمړي ځل له پاره پرليکه شوه ، دوه کاله يې په پرله پسې توګه خپروني وکړې ، دا چي هيڅ ډول مالي سرچينه او مرسته کوونکي نه لري ، نو ټوله هغه څه چي په پام کي وه ونه سوه ، مګر هغه همکارانو چي د بېنوا ويبپاڼي سره په افتخاري توګه همکاري پيل کړه کار يې دونه نتيجه ورکړه چي د يو شمېر کارپوهانو په وينا تر اوسه دانټرنټ په نړۍ کي بېلګه نه لري ، بېنو اخپرنيزه څانګه له خپلو درنو همکارانو څخه دزړه له کومي مننه کوي ، او د ويبپاڼي ددوهمي کليزي په مناسبت ټولو ته د زړه له کومي مبارکي وايي . د ږغ اخستلو دتخنيکی اسانتياو نه لرلوله کبله دغه مرکې يولړ تخنيکي ستونزي لري او په ښه څرنګوالي نه دي ټيپ سوي ، هيله ده موږ وبخښی اوپه دې برخه کي موبې وسي ومنی ! غريبي ده اوس مو يو يو جانان بس دﺉ - چي د ښکليو ارزاني سوه بيا به ګورو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وسلواله سيالي اودوه قطبيز نړيوال ټيکاو", "output": "په ۲۹ / ۵ / ۲۰۰۷ نيټه ډله ايزو رسنيواعلان کړه چي دفدرالي روسيي جمهوريت يو نوې پرمختللې ميزايل توغندۍ په برياليتوب سره وازمايه چي د ) ۵۵۰۰ ( کيلومتروپه واټن ئي دروسيې په ليري ختيځ دکمچاتکا په ټاپو وزمه کي ئي هدف په نښه اوله منځه يووړ . روسي چارو اکو په ګوته کړه چي دا راکټ کولاي شي په هر ډول اوسني او راتلونکې راکټي ضد دفاعي سيسټم کي نفوذ وکړي او ځان هدف ته ورسوي . دانوي اوږد منزله انترکانتينينتال باليستيکي توغندۍ ICBM ب� �سيره پردي کولاي شي په خورا ډير مقدار دچاوديدونکو موادو سره سرګلولې انتقال او دهدف په ځاي کښي ئي وکا� �وي .دوسله والې سيالۍ سره جوخت ساړه جنګ ته په ۱۹۴۵ کال هغه وخت لاره پرانيستل شوه کله چي د مۍ په نهمه نيټه دهټلري المان ژوندي پاتو شوو چارواکو بيله قيد اوشرط نه دتسليمې پر سند لاس ليک وکړ . لدي نه وروسته دجرمني پياوړۍ هيوادعملا پر دوو برخوويشلۍ پاته شو چي په ختيځه برخه کي ئي دزورمټې ستالين په مش� �ۍ دشوروي اتحاد ځواکونه ځاي پر ځاي او لويديزه برخه ئي دامريکا ، انګلستان او فرانسي ځواکونوته پاته � �وه . لدي نه پرته دشوروي اتحاد قوتونه همدارنګه دختيځي اروپا په هيوادونو لکه يوګوسلاويا، ا� �بانيا ، چکوسلواکيا ، بلغاريا ، رومانيا ، پولينډ ، هنګري کښي هم پاته اوهلته ئي دچارو واګي ظاه� �اً دهغو هيوادونوسوسيالستې او کمونيستې ګوندونو ته وسپارلې چي شوروي ته ورته رژيمونه ئي منځته راوستل او دبالتيک در ي هيوادونه لکه استونيا ، لاتويا او ليتوانيا دشوروي سوسيالستي جمهوريتونوپه ترکيب کي وساتل شول . پدي توګه شوروي اتحاد دخپلو ورته رژيم لرونکو سپوږمکيو سره دپلانيزه اقتصاد پربنسټ يو سوسيا� �ستي بلاک منځته راوست او دبلي خواڅخه دامريکا په مشرې اروپائي پانګه والو هيوادونودازاد بازارپر ستنوباندي يوپانګه وال بلاک ابادکړ . له همدغه ځايه څخه په دوهمه نړيواله جګړه کښي ديوه وسله وال سنګرانډيوالانو لاري يودبله بيلې شوي ،يوبل ته ئي دمورچل په کيندلو لاس پوري کړ، بي شميره تبليغاتي وسيلې ئي پکارواچولې ، نظامي پکتونه ئي جوړ او څانګو ئي دنړۍ هر ګوټ دخپلو تباه کونکو وسلو داور په ساحه کښيوست . دغو دواړو ب� �اکونو چي په اقتصادي برخو کښي څومره دپام وړ برياليتوبونه پلاس راوړل ، ورسره سم ئي وسله والې سيالۍ چټکتيا مونده ، همدارنګه ئي د وروسته پاتو او دپرمختګ په حال کي هيوادونو ترمنځ دانډيوالانو او مينه والو شمير زياتيده . هغه وو چي ددواړو بلاکونو ترمنځ يوبل پر ضد تبليغاتو دومره زورواخيست چي په حقيقت کښي داکار دجنګ يوځانګړۍ شکل وګرځيد اوداچي ګرمه وسله پدي جنګ کي عملا پکار نه وه لويدلې نود )ساړه جنګ ( پنامه ونومول شو ، شوروي اتحاد او امريکا دخپلو بلاکونو په سرکښي د ) ابرقدرتونو ( په توګه وپيژندل شول . سوړ جنګ پدي توګه دوسله والې سيالۍ سره يوځاي تر اتيايمو کلنو پوري وغزيد ، ترڅوچي په ۱۹۹۲ کال داچي اولس پدي ټوله موده کښي دکرملين دپايلې نه سنجونکې ادارې نه ترپزي پوري په تنګ راغلي وو ، دميخايل ګ� �باچوف په مشرۍ په شوروي اتحاد کښي دسوسياليزم ټغر ټول ، هيواد ئي ټوټه ټوټه اودسوسيالستې هيوادونو سپوږمکۍ ئي له مداره ووتلې . دډيرو نړيوالو څيړونکو په اند پر افغانستان باندي دسره اردو تيرۍ اودافغان ميړنې اولس په مټ دهغه ماته دنوموړي ابرقدرتې امپراتوري دتجزيه کيدو بنسټيز علتونه دې . دروسيې فدرالې جم هوريت چي دشوروي اتحاد ځاي ناستۍ پاته شو ، چارواکي ئي دخصوصي کولو دپروګرام ترنامه لاندي دملې شتمنيو په چور اولوټولو کښي دومره شکيل پاته شول چي هرډول سياسي ـ اقتصادي ستراتيژيکي چاري تري نه هيري � �وې . ددي طلايي فرصت نه په ګټه اخيستلوسره امريکا د دايم الخمر باريس ايلسن په مشري دروسيي واقتصادي اونظامي کمزوره کولوته ليڅي راونغښتلې او پدي کار کښي ئي ټاکلي برياليتوبونه هم پلاس راول .لدي نه و� �وسته د امريکادولت ځان دنړي يوازنۍ ستر قدرت وګاڼه ، دملګرو ملتونو دامنيت شوراپه هکله بيخې بي پرواشو اوپه نړيوال ډګر کښي ئي په خپلسريو لاس پري کړ . د ايلسن ځاي ناستۍ جمهور ريئس ولاديمير پوتين دخلګو دغوښتنو ترفشار لاندي اول دهيواد واقتصادي ټيکاو ته پام واړاوه چي ترډيره بريده داقتصادي بحران په مخنيوي کښي بريالۍ راووت ، دلوديز په مقابل کي ئي خپل زورور توس ) تيل اوګاز ( وکاراوه اوبيائي ونظامي چاروته هم څه ناڅه پاملرنه وکړه چي اخيرنۍ اوديادوني وړ لاسته راوړنه ئي همدغه از مويل شوې توغندۍ دې . دڅ يړونکو په نظر روسيه لکه څنګه چي پخپله ئي هم نه پټوي پدي وروستيو مياشتو کښي دامريکادتهديدله کبله سخت تح� �يک شوي وه ځکه چي هغوي غواړي دخپل راکټي دفاعي سپر دسيسټم په لړ کي په چک جمهوريت اوپولينډکښي هم دروسيي دمخالفت سره سره خپلې راکټي هډي ځاي پرځاي کړي . پدي خاطر نو روسيي ددي دپاره چي له يوي خواه له ځانه غښتلې دفاع وکړاي شي اوله بله لوري دامريکا لويي غوښتنو ته دجواب ويلو وړتيا ولري ، په يوه زورور توغندي سره ئي ګوت څنډنه وکړه . دنوموې توغندې ازمايل خو دوسله والې سيالۍ څخه څوک بيلولاي نشي ، خوداچي ددي سيالۍ په پيل سره به روسيه ترکومي کچي وکړاي شي دپخوانې شوروي اتحاد نظامي برم ترلاسه اوتر کومه واټنه به دساړه جنګ په لور ګامونه واخلې ترڅو امريکادهغوي خپلسريوته متوجه کړي ، لاتراوسه پوره څرګنده نده ځکه چي دټولو سياسي ـ اجتماعي پديدو لارښوده قوه اقتصاد دي او روسيه دخپل بيسارې لوړ اقتصادي پوتنشيال سره سره په دومره ژور اداري فساداومافياوي اختلاس کښي راګيرده چي داولس په ګټه دنوموړي پوتنشيال نه ګټه پورته کول ورته اسانه کار نه بريښي . مګرهغه څه چي ترلمرسپينه ده هغه داده چي دشوروي اتحاداوسوسياليستي بلاک په نړيدو سره يوه يوقطبي نړۍ منځته راغله چي نړيوال امنيتې انډول ئي د زغم دفرهنګ سره يوځاي له منځه يووړ او له دي سره سم په نړۍ کښي ګوټ پر ګوټ دخونړې اور لمبي هرګړۍ پورته کيدلاي شي . پدي توګه کيدلاي شي دنوي ساړه جنګ پيل ته دتاوده جنګ دمخنيوي په هيله ديوي زغم راوړونکې پديدي په سترګه وکتل شي . ددي خبري معناداده چي دضدينو وحدت او مبارزه دپديدو دموجوديت ريښوته اوبه ورکوي اودغه شې د نننۍ نړۍ يو عينې ضرورت دي چي دسوله ايز زغم دپايښت دپاره بايد په نړۍ کى دوه متضاد قطبونه مځته راشي ترڅو دمبارزي او يووالې پر بنسټ ئي د ټيکاو � �بره کښيښودل شي . پدي کښي هيڅ شک نشته چي دروسيي په بيا پياوړي کيدو او دساړه جنګ په غښتلې کيدو سره به داروپائي ټولنې او امريکا ترمنځ راپيداشوي درز بيرته په رغيدو شي چي درسنيو سره دولاديمير پوتين و� �وستنۍ مصاحبه هم کيدلاي شي په دي کارکښي مرستندويه و ګرځي . نوموړي دايټاليوي ورځپاڼي Corriere della Sera ديوي پوښتنې په ځواب کي ياده کړه چي امريکا دخپل پلان شوي ميزايلې دفاعي سپر تر نامه لاندي هغه سوړجنګ بياله سر ونيو او روسيه ئي وهڅول ترڅو غبرګون وښئي . ده زياته کړه : « که چيري دامريکا اټمي ظرفيت په اروپا کښي پراختيا مومي ، نو موږ به هم دخپلو اټمي ر اکټونومخ داروپا په لور واړوو » . که څه هم اروپايي ټولنې لاتراوسه پدي هکله څرګند دريځ ندي ښودلي ،خو تجربه ښئي چي پدغسي حالاتوکښي به اروپا دروسيي په نسبت وامريکا ته ترجيح ورکړي . له بل پلو نه داپوتنشيال هم موجود دي اوپکارده له ياده ونه غورځول شي چي دا ډول هيوادونه لکه روسيه ، چين ، شمالي کوريا داسي نور هم کولاي شي دخپلوخلګو اونړيوالوګټو په پام کي نيولو سره ديوه نوي پکت په هکله يوه ګډه ژبه پيدا او يو پياوړۍ قطب رامنځته کړي . داکار به زما په اند نه يوازي ددريمي نړۍ داولسونو په ګټه وي ، بلکه په دواړو قطبونو کښي به و� �ګډ هيوادونه هم دسوله ايز زغم په غيږ کي ځانونه د اوس په پرتله زيات په امن کي وګڼي . بيځايه به نه وي که دهغو ناخوالو څو بيلګي چي دنړۍ ديوقطبي کيدوپايلې ګڼل شويدي ، په لنډ ډول وشميرو : ۱ � � په ۱۳۷۱ )۱۹۹۲ ( کال دافغانستان نه دسره اردو دوتلو سره سم دژنيو پريکړي چي تظمين کوونکې هيوادونه ئي � �وروي اتحاد او امريکا وو ، عملي نه شوي ځکه چي شوروي دولت دانحلال په درشل کي وواو امريکا نور خپل نړيوال مکلفيتونه هير اودډاکترنجيب الله درژيم په نړولو سره ئي افغانستان ته شاوګرځوله چې نتيجه ئي : الف ـ تنظيمي انارشيزم پړۍ وشلاوه او ليونتوب ته ئي مخ ونيو ، ټوله مادي او معنوي شتمنې � �وټ ،دپاټکونو قانون نافذ ، خپل منځي تنظيمې جنګونو زورواخيست ،په سلګونوزره هيواد وال دوينو سيلاب يووړه او ټول هيواد لوټې لوټې شو .ب ـ دجنګې جنايتکارانو غوا لنګه شوه . ج � � دمنځنيوپيړيو بنسټپالنې ته لاره پرانيستل شوه .د ـ او القاعدي ته دزرغونيدو پسرلۍ وغوړيدې . ۲ ـ دشوروي اتحاد او سوساليستې بلاک په موجوديت کي دفوندامنتاليستې خنجر تيزه خوا دکمونيزم وټکولوته اړول شويوه او کله چي هغه له منځه ولاړ ، نور نو دامريکا په زړه دخپل لستوڼې مار نيښ ولګاوه او په ۲۰۰۱ کال ئي دسپتمبر پيښو دزهرو مزه وڅکل . ۳ ـ دملګرو ملتونو دامنيت شورا دمخالفت سره سره امريکا پرعراق يرغل وکړ ، دصدام حسين درژيم په نسکورولو سره ئي دهغه هيوداسياسي ټيکاو له منځه يووړ او اوس هره ورځ په سلګونو بيګناه وګړي په وينوکي لامبې او دظالم صدام پ� �کړنو شکرونه کاږي . ۴ ـ په دوه قطبي نړۍ کښي به هيڅکله هم هند او پاکستان داټمي وسلو جوګه شوي نه واي اوهمدارنګه به ايران اوشمالي کوريا اټمي تکنالوژي ته لاره موندلې نه واي . ۵ ـ دسوماليااو سوډان غميزي به دومره اوږدي غزيدلې نه واې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شپيگل :دطالبانو سره د گوتينبرگ د خبرواترو پلان", "output": "منبع: د شپيگل انلاين د ٢١.١٢.٢٠٠٩ نيټې خپرونهد Olaf Ihlau کتنهددې خبري په هکله چي لويديځ داعتدال خوښونکو طالبانو سره د روغي جوړي مذاکرې وکړي او که نه، د جرمني د دفاع دا اوسني وزير گوتينبرگ پخوا سخت مخالفت کاوه.مگر اوس پر خپله خبره ناگاره دئ او وايي چي د طالبانو سره بايد حتماً خبري وسي. د گوتينبرگ دغه د ژبي اړول ښه او پر ځاي کار دئ، ځکه موږ يوازي په دغه ډول د دې شمشيرغار څخه ژوندي راوتلاي سو.که په افغانستان کي اسلامي سرزورى واک ته رسيږي، لاهم!دوه کاله دمخه چي د سوسيال ديموکرات د گوند هغه لنډمهالى او ناکامه مشر کورت بيک د افغانستان د شخړي د هوارولو دپاره داعتدال پسندو طالبانو سره د خبرو او مذاکرو په هکله خپل وړانديز وايه، نو د مسيحي ديموکراټانو په ملنډو، خنداوو او عرعر کي يې خبري ورکي سوې. دده سياسي مخالفينو او مبصرينو هر يوه پر خپل وار کوښښ کاوه، چي دغه د پفَلڅ د سيمي سوسيال ديموکراټئ په ساده لوحي او بې عقلي تحقير او وغندي، په داسي حال کي چي ددوي څخه ډيرو کسانو افغانستان په خپل ژوند ليدلئ لا هم نه وو. په هلمند کي د امريکې سمندري ځواکونه دهغه وخت دمسيحي ديموکراټانو د سياسي قواليانو په ډله کي يو هم (کارل تيودور څو گوتينبرگ) وو. دجرمن فرانکيانو دغه زاړه سردار به هغه وخت ويل چي زه داسي څوک نه پيژنم چي ديوه ښه او په ژبه پوه طالب سره مخامخ سوى وي. خو داخبري يې د هغو توپونو ډزو ته ورته وې ، چي مرمۍ يې د توپ په خوله کي چاودي. حقيقت دا دئ چي هغه وخت هم داسي طالبان وه،چي جمهور رئيس حامد کرزي کولاي سواي په حکومت کي برخه ورکړي او په دې ډول د افراطيانو او سرزورو مخ په ونيسي. کورت بيک ته اوس پر دې خندا ورځي،چي نن د جرمني يو د دفاع د وزير،هغه هم پخپله دگوتينبرگ د خولې داخبره راوزي چي بايد د اعتدال خوښونکو طالبانو سره د سولي خبري وسي. د فرانکيانو دغه خان زاده اوس نارې وهي چي هر مجاهد خو غربي ټولنه نه تهديدوي. دا يې هم د توپ وارونه دي، مگر هو، دا ځل پر هدف لگيږي!پر گوتينبرگ باندي دا شک کيدلاي سي چي په دې ډول غواړي د خلگو پام د کندوز دکرکجني پيښي څخه پر بله خوا واړوي ، دا خبره د تصوره ليري نه ده، خو کيداي سي چي دى په رښتيا هم اوس د تگلاري اړول غواړي. او موږ وايو چي کاشکي دا خبره رښتيا سي. ځکه اوس نو د تگلاري د اړولو دپاره وروستى گړى رارسېدلى دئ . که دوې لسيزي دمخه د افغانستان کړکيچ د شوروي لړمون وروخوړ، ، نن هم ولويديځ ته د افغانستان جگړه د نظامي لاري د گټلو نه ده.او د لانجې سياسي حل هم بيله طالبانو د راښکيلولو ممکن نه دئ، ياحد اقل بيله هغې جناح د را ښکيلولو څخه چي خبري ورسره کيدلاي سي. په دغه جناح کي د طالبانو پخوانى ديپلومات متوکل احمد او عبدالسلام ضعيف راځي، چي د دوي د لاري جمهور رئيس کرزى د سخت دريځو طالبانو سره اړيکي نيولاي نيسي. د افغانستان څخه د وتلو د ستراتيژۍ په لټه گوتينبرگ اوس په زړه ورتوب سره دغه موضوع را پورته کړيده چي د راتلونکو څو مياشتو په مباحثو او مشاجرو کي به ډير مهم ځاي ولري ، يعني داچي بايد د افغانستان څخه د راوتلو دپاره پر داسي يوه ستراتيژي کار وسي چي لويديځ دخپل آبرو او عزت د ډير لږ تاوان په منلو سره ژر تر ژره د افغانستان د دام څخه راووتلاي سي. نړيواله ټولنه به دخپل تکبر او هغي لوړتيا غوښتني څخه ځان بيلوي چي تر اوسه يې ادعا کوله او دغه خيالونه به د سره باسي چي گواکي حق لري پر نورو ملتونو خپل ارزښتونه او نورمونه په زوره ومني او په اصطلاع د ديموکراسۍ مشعلونه ورته جوړ کړي، هغه هم په داسي يوه ټولنه کي چي قومي اوټبري ارزښتونه او جوړښتونه لا ټينگي ريښې پکښې لري.نوي طالبان دپښتنو دهغو لويو ټبرونو د مجاهدينو زامن او لمسيان دي، چي يو وخت لوديځ د شوروي په وړاندي په نازيدئ.په دوي کي داسي بنسټپاله کسان هم وه لکه ګلبدين حکمتيار. دې خلگو خپل سياسي او مذهبي دريځ نه دئ اړولئ. خبره يوازي پر دې ده چي پرون د بې دينه شوروي پر ضد جنگيدل اوس دپرديو غربي (اشغالگرو) پر ضد.جالبه داده چي دوي پرون د آزادۍ دلاري فدايان بلل کيدل، اوس يودم هم ياغيان سول هم ټروريسټان!دا په ارزي چي يو ځل سر و گريوان ته وځړوو او د ځانه وپوښتو چي څوک ځان او جهان غولوي او څوک دئ چي هم صابر او هم و هر ډول مشقت اوعذاب گاللو ته تيار دئ.په افغاني سياستوالو کي داد پخوا لا باب وه چي هغه د پرون د سر دښمنان بيا سره جوړيږي او ائتلافونه سره کوي. دا به شايد د منلو دپاره سخته وي چي داسي بنسټپال لکه حکمتيار يا د طالبانو پخوانى مشر ملاعمر بيا په کابل کي مقامونه ولري. که چيري د يوې لويي جرگې د لاري او د ملي وحدت پر بنسټ يو حکومت جوړ سي، هر څه به د تصور او منلو وړسي. دداسي حکومت د لومړيو دندو څخه به يوه هم داوي چي د ناټو د ځواکونو د وتلو د پاره مهال ويش وټاکي او پر ځاي يې د اسلامي هيوادونو د سولي سرتيري ودروي.دغه نوى حکومت به ولوېديځ ته يو ضمانت ورکوي هغه يوازي داچي، چي د افغانستان د خاوري څخه به پاته نړۍ ته بيا هيڅ ډول خطر نه پيښيږي.اوس چي امريکايي سپوږمکۍ او بې پيلوټه الوتکي د پاکستان او افغانستان ترمينځ سيمو کي هر څه تر کنټرول او څارني لاندي نيولي دي و القاعدې ته دا امکانات نسته چي پر دغه سيمه خپل جهاديان وروزي. د نړيوال تروريزم ساحه اوس د ماليزيا څخه تر مغرب پوري پراخه سوېده.هو،پر افغانستان به بيا يو محافظه کاره اسلامي حکومت چليږي،خو هغسي رژيم چي د سعودي عرب د وهابيت سره تړاو لري،و لوېديځ ته بيله هغه هم نه پخوا کوم سرخوږى وو او نه به تر دې وروسته وي. چي ډير سي نو کله ناکله به د بشري حقوقو د نه مراعاتولو په وجه به هسي يوه گيله ځني کيږي. په پاي کي به د يوه جرمني دپوځونو د يوه پخواني ډاکټر ((راينهارډ ايروز)) هغه فعاليتونه ياد کړوچي دافغاني ماشومانو د مرستي ټولنه يې جوړه کړيده او د پښتونستان په زړه کي يې و نجونو او هلکانوته ښوونځۍ پرانيستي دي. ده عملاً ښودلې ده چي سړى د طالبانو سره خبري کولاي سي او د دوي سره د انکشافي پروژو په هکله مفاهمې ته رسيدلاي سي.گوتينبرگ ته ښايي چي په خپلو هلو ځلو کي دغه حقيقت روښانه کړي چي افغانان بايد وديته پريښودل سي، چي خپل سرنوشت پخپله وټاکي او دا هم د هغسي يوه حکومتي سيسټم د لاري چي د دوي خپل کلتوراو خپل دودونه منعکس کړي،نه زموږ! والسلام"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلاف: په غزني کي طالبان ونيول شول", "output": "افغان او ايتلافي سرتيرو د غزني د اندړو ولسوالۍ په عملياتو کې د اتو تنو شکمنو طالبانو او ورسره د لسو بمونو د نيو� �و خبر ورکړ. په بګرام کې د ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا په يوه خبرپاڼه کې دا خبر خپور سو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داحمدشاه بابا مېنې اوسیدونکي دستونزوحل غواړي", "output": "داحمدشاه بابا مېنې او شينې يو � �مېر استاځيو له کابل ښاروالۍ نه د ستونزو هوارول وغوښتل!دکابل ښار د احمد شا بابا مېنې او شينې يو شمېر سپين ږ يرو او وکيلانو د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو له مرستيال وهاب الدين سادات سره وکتل، خپلې ستونزې يې ورته په � �اګه کړې او حل کول يې ترې وغوښتل. ددغې ډلې يو تن مشر څارنوال متين وويل، چې د وۍ د کابل ښاروالۍ له مرستيال سره د سړکونو د خرابۍ، د بلاکونو د وکيلانو پر انتخابولو، د احمد شاه بابا مېنې د هديرې دځمکې، دڅښاک داوبو اولارو کوڅو پر پاکۍ او پخولو خبرې وکړې. ددغې ډلې يوبل تن چې نوم يې راونه ښـود وويل، چې پنځه کاله کيږي دغلته پر يو سړک کار روان دى خو لا تراوسه ندى بشپړ شوى.دۀ وويل، چې په حکومت کې يو شمېر کړۍ شته، چې دغې مېنې ته هيڅ پام نکوي او سهميه يې د کابل نورو ناحيو او سيمو ته ورکوي. هغه ددغه وړ چلند وجه د م ېنې نوم(احمدشاه بابا مېنه ) وښوده، چې ځينې کړۍ ورسره تضاد لري. يو بل تن د احمد ګل په نامه وايي، چې ددغې مېنې د ستونزو په هکله يې ډېرو مربوطو ارګانونو ته رجوع کړې، خومشکلات يې ندي حل شوي. دى وايي، چې ولسي جرګه ،کابل ښاروالۍ او نورې اړوند ادارې ټولې داحمدشاه بابا مېنې په عريضو ډکې دي، خو اجرات نه کيږي.د دغې ډلې يو بل تن عبدالشکور احمدزى وايي، چې څو ځله ورسره دولتي چارواکيو ژمنې کړي، چې د احمد شاه بابا مېنې پرم ختګ ته به پام کوي خو تراوسه ورته هيڅ هم ندى شوى.د لسم بلاک يو وکيل حاجي غلام محمد وويل، چې ددغې مېنې د خلکود هديرې په هريم کې تيګې اچول شوي او دځمکو قابضين غواړي چې ولکه کې يې راولي. همداشان داحمدشاه بابا مېنې او شينې وکيلانو ويل،چې په کابل ښار کې متوازن انکشاف ندى شوى او دغو سيمو ته چندان پام ندى شوى.دکابل ښاروالۍ مرستيال وهاب الدين سادات وايي، چې ددغوخلکو ستونزې يې واورېدې او ژر به يې هواري کړي.هغه وويل،چې داحمدشاه بابا مېنې ښاروالۍ ته يې سم دلاسه هدايت کړى،چې ددغو خلکو مشکلات په دوه ورځو کې حل کړي او د اجراتو ګزارش ورکړي.وهاب الدين سادات وويل، چې د احمدشاه بابا مېنې پر سړکونو به په يوه نيمه مياشت کې کار پيل شي. او هغه هديره چې ځينې خلک يې غواړي په ولکه کې راولي به هم د غضبوونکيو له منګولو څخه خ� �اصه کړي.هغه يادونه وکړه، چې داحمدشاه بابا مېنې د پرمختيا لپاره به هر ډول هلې ځلې کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د شهيد موسى شفيق ژوند، سياست او اند و څېړل شو", "output": "هېواد د وتلي او نوماند سياستوال، شاعر او ليکوال شهيد محمد موسى شفيق د خدمتونو، اند او سياست د څېړلو لپاره يوه ورځنۍ څېړنغونډه د جلال اباد ښار په شاهي قصر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او د ننګرهار ولايت په مرسته د روان کال د کب د ميا� �تې په يوويشتمه نېټه جوړه شوه. څېړنغونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي سلا کار نجيب الله منلي � �ه خوا د لنډې وينا په اورولو سره پرانيستل شوه. غونډې ته افغان ولسمشر په خپل رالېږلي پيغام کې، چې د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي له خوا ولوستل شو، موسى شفيق د هېواد د سياست او ادب د ډګر يو پياوړى بچى ب� �لى و او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه نوښت يې وستايه. همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم خُرم هم په خپل پيغام کې په دې ټينګار کړى و چې موسى شفيق د يوه ژوندي ولس يو ژوندى او ويښ بچى و او د هغه سياست او ژوند را سپړل زموږ د راتلونکي نسل لپاره د لارښوونې سرچينه ګرځېدلى شي. د علومو اکاډمۍ رييس په خپل پيغام کې م وسى شفيق يو رښتينى افغان او د ملي وحدت سمبول وباله. غونډې ته د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ليکوالان او سياستوال راغلي و او هر ليکوال په وار سره د ښاغلي شفيق په ژوند، سياست او خدمتونو خپلې ليکلې مقالې او ويناوې واورولې. د څېړنغونډې په اوږدو کې د موسى شفيق د ژوند او سياست په اړه يو لنډ مستند فلم هم نندارې ته کېښودل شو، چې د ننگرهار د راډيو ټلويزيون له خوا جوړ شوى و. د يادولو وړ ده چې د دغې څېړنغونډې په وياړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دوه ټوکه کتابونه هم چاپ شوي دي، چې په هغې کې يو کتاب د نوموړي د (ننګرهار شاع� �ان) په نوم يوه ارزښتناکه تذکره ده چې د منځنۍ دورې ډېر ښه شاعران يې پکې راپېژندلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "که دا نــــــــــړۍ يو کلى واى! (دهدايت الله هدايت لیکنه )", "output": "داکتوبر ۱۷ مه د فقر او لوږي د امحاء دنړۍ والـي ورځي د يادوني په بانه د ۱۹۹۳ م کال راهيسي د اکتوبر ۱۷ مه نېټه هر کال د فقر يا لوږي د امحاء د نړۍ والي ورځي په نامه لمانځل کيږي . د غه ورځ د نوموړي کال د مارچ پر ۱۳ مه نېټه د م� �ګرو ملتو د سازمان د عمومي غونډي د پريکړي پر اساس د فقر د امحاء د نړۍ والي ورځي په نامه و نومول سوه او ټوله نړۍ ئې و دې ته را وبلله چې ددغه بشري غميزي په ايسته کېدو کې پراخ او عملي ګامونه واخ� �ي .ما دغه ليکنه او شننه په ځانګړې توګه راشروع کړې او پوره لا نه وه خو څرنګه چې د خوړو، فقر او لوږي د موضوع سره ئې نيژدې تړاو درلود نو په متن کې مې يو څه بدلون را ووست او د همدې نړۍ والي ورځي د يادوني په بانه مې دلته و خپرېدو ته وړاندي کړ ه . هـ . هدایت کله کله ځيني شیان ددې دپاره چې ښه وا يسي او ژر درک سي نود غټ ښودلو د پاره یې داسي شيوه په کار لويږي تر څو څوک ئې د سترګو په رپ کې په مطلب و پوهيږي . خو ځيني شیان بیا دومره غټ وي چې اصلاً په سترګو کې نه ځايږي او حتی تصور یې هم مشکل وي . داسي شیان بيا لومړۍ په عکس کې کوچني ښودل کيږي تر څود سم ليدلو دپاره يې لاره هواره او د تصوير ټولي خواوي و هر چاته هم اغسي چې دي، ښکاره سي .نن که نړۍ په يوه کلي باندي نومول کيږي او که د جهانې کېدو و خواته بيا د لويو قدرتو او پيسه داره هيوادو تلاښونه او غزېدنه دامريکا په سرغنه توب سره تر سره کيږي، نو دې لوري ته دنړۍ په مطبوعاتو کې چې هغه بيا د يوه سره د همدې هيوادو په ولکه کې راغلي دي د پام وړ ځای ورکول سوی او په ډله ائيزه رسنيو کې خورا پراخ انعکاس پيدا کوي . دغه هيواد ونه ددغي پروسې بهير يعني و نړۍ کلي ته ننوتل دبېلابیلو لارو او په بېلابېلو نومونو په کارولو سره ځان رامخته کوي او د خلکو په � �هنيتو کې خپل ځان ځايوي او تأمل ته يې را بولي . دغه پروسه کله د ټروریزم سره د مبارزې په نامه، کله د ډيموکراسۍ د خپرېدو په نامه، کله د ډله ایزي وژنو د وسلو د جوړېدو او ځای پر ځای کېدو په نامه او کله بيا د همدې ډله ایزو وژنو وسلو د امحأ او له مينځه تلو په نامه، کله د خپلواکۍ د ترلاسه کېدو په نامه ، او کله بیا د خپلواکۍ د ځپلو په نامه ،کله د بشر دحقوقو ددفاع او اعادې په نامه او کله بیا دهغه تر پښو لاندي کېدو په نامه، کله داسلام څخه ددفاع په نامه او کله بيا پخپله اسلام د يوې خطرې او د ټروريسټي تهديدپه نامه ، خلاصه د هر هغه څه په نامه چې ولسونه ورباندي خطاوزي او دنړۍ د هيوادونو د شتمنيو کنټرول تر خپل لاس لاندي را وست� �ای سي نو بس په همدغه مفاهيمو کې ځان را ښکېلو ي او پر هيوادو باندي ور دانګي او ناروا جګړو ته لمن وهي . کله ځان جهاني کړي او کله ئې پر کلي باندي را واړوي . دا په دې خاطر هم ده چې ددغو مفاهيمو په کارولو سره د نړۍ په هیوادو کې لاسوهنو ته په خلاص لاس سره لاره خلاصوي او هم داشاني لاسوهنو او يرغلونو ته قانوني بڼه ورکوي او وروسته بيا د ځان په ګټه هماغسي چې غواړي هغه کاروي . په دې ډول دغه شتمن هيوادونه غواړي د جهاني کېدو پروسه د نورو هيوادو پر هست و بود او تر مځکي لاندي او د مځکي پر سر شتمنيو باندي د خپلي قبضې د ټينګېدو په يوه عرصه باندي تبديله او په دې هيوادو کې د ډيرو نورو شیانو سنه هم د ځان په ګټه ور ختمه کړي . ددغه جريان و فروعاتوته چې څوک ځان ننه باسي او هغه چې بيا لا نور هم را سپړي، نو ډېر داسي څه او زياتي نوري پوښتني هم راپورته کيږي . ودې پوښتنو ته د ښه ځواب ورکولو � �پاره نن ددغه کمپاین رياليسټ څېړونکې هم وهغه ته يعني د جهاني کېدو وهمدغه روان بهير ته د نړۍ وال کلی نوم ورکوي او داځکه چې دغه څېړونکي ددې کلي هغه انج او بوړۍ ټوله را باسي ترڅو و هر چا ته ئې وښئي چې دا جهاني کېدل به په دې کلی کې څرنګه يوه نړۍ وي او په دې کلي کې به چې انسان ئې په م� �کز کې قرار لري نو ددغه انسان راتلونکې به څه شاني وي . د خوړو، ژبو، دين او مذهب، د کلتور او ټولنيز عدالت بنيادونه به ئې څه شاني د انسان په ګټه شکل نيسي . خلاصه څېړونکې ددې مفهوم ټولي خواووي څېړي تر څوهغه بنيادی ټکي چې ددې پروسې اوسني حاکم سرغنه پر هغه باندي تله تيره وي او يا د هغه دپټېدو تلاښ کوي، هغه � �وښانه او د هرچا ومخې ته يې کښېږدي . بلې ! زموږ دغه اوسنۍ ارته نړۍ چې دم درحاله ئې د شپږو میلیارډو نه زیات انسانان او بني ادمان په خپله غېږ کې را نيولي دي، د هغوی په مابين کې اوس داړيکو تناوونه داسي � �نډسوي يا سره شلېدلي دي چې هر څوک د بشري هڅو او دتکنالوژۍ د پرمختياوو دبرکته د سترګو په رپ کې ځانونه يوه اوبل ته رسوي او هرڅه ديوه ځايه وبل ځای ته د نورو سره شريکوي . نو راسۍ چې موږ هم همد اسي اټکل وکړو لکه نن سبا چې هغه په ډېرو نورو خبرو ، ليکنو او رسنيو کې کارول کيږي ياني نړۍ وال کلی يا Global Village . که موږ هم لکه ډېر نور دغه دمځکي کره د د جهانې کېدو د پروسې د تحقق په خاطر د يوه کلي په نامه و بولو او ددې نړۍ دوا� �عیتونو د يوه اړخ دښه ترها ليدلو د پاره هغه په رشتيا هم و يوه کلي ته را کوچنۍ کړو نو دا به څه � �ول کلی وي او په دې کلي کې به دانسانانو ژوند څه شاني تيريږي؟ په دغه انساني کلي کې که موږ دټولو مېشته سکنه وو اټکل سل تنه انسانان و ګڼو ، يعنی که دغه شپږ ميلیارډه د ټولي مځکي نفوس سل تنه وګڼو، نو راسی فکر وکړو چې د دغو سلو تنو د ژوندانه عادي بهير به په دې کلي کې څه شاني وي ؟ دغه سل تنه به په څو ژبو خبري کوي ، څ ه به خوري او څه به کوي او راتلونکې به ئې څرنګه وي؟ په نړۍ وال کلي کې ژبيويل کيږي چې په نړۍ کې د شپږو زرو نه زياتي ژبي سته چې ولسونه ورباندي خبري اتري کوي . دغه ژبي دولسونو روح ګڼل کيږي اودهغوی تاريخ او فرهنګي ګډ ميراث ئې بيانوي . کله چې د يوې ټولني دفرهنګي ودي د ساتني او پالني خبره رامينځته کيږي، نو دا ژبه ده چې ديوه اساسي عامل په توګه مطرح کيږي او داځکه چې په واقعيت کې دا ژبه ده چې تېرسوی او اوسنی فرهنګونه سره پېيي او راتلونکي نسلو ته ئې وړاندي کوي . په دغه دريو تيرو ورستيو پېړيو کې د ژبو د امحاء روند په اندېښمنه توګه مخ پر زياتېدو وو . داخبره ان دې ځای ته را ورسېدله چې بشر د مياشتي دوې ژبي د لاسه ورکولې . دغه جريان زياتره د امريکا اواسټراليا د هيوادو سيمي متأثره کړي وې . ويل کيږي چې همدا نن هم څه ناڅه درې زره ژبي په جدي توګه د نابودۍ د ګواښ سره مخاخ دي . د ژبو د دغه تنوع سره سره، د ارقامو څخه معلوميږي چې که دا نړۍ يو کلی وای نو په دې نړۍ وال کلي کې به د نفوسو د تناسب پر اساس يا دهمدې سل کسيزه استوګنو په حساب به د نيمایی نه زیات کسان به په اتو عمده ژبو خبري کوي . خو دا اندېښنه پر خپل ځای پاتې کيږي چې ددې نورو په سلهاوو پاتي ژبو پای به په دې نړۍ وال کلي کې چې امريکا يي ميليارډران ئې د واکدارۍ او پرهغه باندي د فرعونيت خيال لري څرنګه خوندي کيږي او څه ډول چلند به ورس� �ه کيږي ؟هوکې ،که دا نړۍ يو سل کسيزه کلی و ګڼو نو په هغه کې به اته عمده ژبي جاري وي او د کلي تر نيمايي زيات خلک به ورباندي ږغيږي . په لومړي کتار کې به ددې سلو تنو د جملې نه ۲۲ تنه به ئې په چینیایی ژبه خبري کوي . دهغه نه را وروسته به په دې سلو تنو کې به یوازي۹ نفره انګرېزي ژبي خلک وي . په هغه کې به بيا اته نفره هندي او۷ نفره به یې هم په هسپانوي ژبه خبري کوي . ددې سلو تنو څخه به ۴ نفره په عربي ژبه ږغيږي او جالبه لا دا چې په همدې تعداد يعني۴ تنه به ئې په بنګالي ژبه يو دبل سره اختلاط کوي . په همدې رديف کې به ۳ نفره په پرتګالي ژبه او۳ نفره به ئې هم په روسي ژبه ږغیږي .کله چې په دې کلي کې څوک د چا سره روغبړ او سلام عليک کوی نو هرو مرو يې بايد لږ تر لږه د نیمي نړۍ يا ددې کلي د نيمو زياتو اوسېدونکو اته ژبي ئې بايد زده وي تر څو د جهاني کېدو و نيمايی ته ځان و� �سوی کنه نو د ژبو په دې د برترۍ او کهترۍ په بازار کې به ضرور خبره ځيني خراپيږي !په نـړۍ وال کلي کې ديـن او مذهـب په همدې ډول که څوک خپلي سترګي وتړي او دغه ارته شپږ مي� �يارډي نړۍ يو ځل بیا په دغه کوچني ګلوبل کلي کې را غونډه کړي او هماغه سل تنه اوسېدونکې ئې په نظر کې ولري ، و� �وسته بيا په خپله خوښه هي خوا دې خوا په درو او په شېلو کې راشوه سي اوپه لارو اواوبو کې ځان را کښېباسي او د کلي خواته را مخه کړي نو د لاري په اوږدو کې به د کلي په یوه کنج کې دک� �یساوو زنګونه واوري، وروسته به بيا په معبدو کې د پټک پر مخ د وهلو ږغونه تر غوږو سي ، بل ځای به د مسجدو د منارو څخه محمدي آذانونه را پورته کيږي او هغه وخت به نو داسي فکر کوي چې اوس نو په � �شتیا هم و کلی ته رارسېدلی دی .د پورتنۍ محاسبې او د نفوسو د اوسني کميت پر اساس په دغه سل کسيزه ک� �ی کې به عملاً درې عمده دينونه يعني مسیحیت، اسلام او هندو به د ډېرکيو مسلطو دينونو په کتار کې ځای ول� �ي . په بل عبارت ددې کلي ۳۲ تنه به مسیحيان وي، ۱۹ تنه به یې مسلمانان او۱۳ تنه به یې هندواڼ وي . د پاتي کسانو د جملې نه به۶ نفره به په بودايي مذهب عقیده و لري ا و نور دوه نفره به یې په نورو دینو لکه شینتو*، سیکهه یا مرتاض او یو تن به ئې هم یهودي وي . خو په دې کلي کې د هغو کسانو شمېره چې په کوډو او جادو باندي عقیده لري هم کم نه وی . کیدای سي وويل سي چې څلورم عمده مذهب به هم همدغه د جادوګرانو او کوډګرانو مذهب وي . د کلی احصائیه پېژندونکي وایی چې ددې کلي ۱۲ تنه د بشري تمدن د لومړني دوران د زاړه مذهب د معتقدینو څخه چې د روح په عالم کې ګرځېدله او په کوډو او جادو یې ايمان لاره اوس هم ورباندي ع� �یده لري . هغوی اوس هم کوډي د ژوند دسمبالتيا او د هر رازي مشکلاتو او يا دخپلوروا او ناروا غوښتنوو تحقق ته يوازنی د حل لاره بولي . خو پنځم مذهب بيا د لامذهبانو مذهب دی ! یعني د کلي پاتي۱۵ تنه به اصلاً بې دينه او لا مذهبه وي . هغوی په هيڅ دين او مذهب باورنلري . په دې نړۍ کې و بخښۍ په دې سل نفري کلي کې به د دينو او عقيدو تنوع او دهغوی په مابين کې چې دغه اوسنۍ تاو تريخوالی څوک ويني نو يو دبل دزغمولو روحيه، دورورۍ او اخوت ددوام مسئله به دا پوښتنه بې اختياره را پورته کوي چې ددې دینو د پيروانو د خپل مينځي اړيکو راتلونکې او پخپلو کې د ګډ ژوند پرنسيپونه به په داسي حال کې چې د جورج ډبليو بوش غوندي انسانان د پيغمبرۍ دعوه هم کوي نو هغه به څه ډول سره شاربل کيږي ؟!په نړۍ وال کلي کې فقر ، لوږه او خواړهپه دې نړۍ وال کلي کې د فقر اولوږي مسئله د پورتنيو مسئلوپه مقايسه د نن او سبا ډېره جدي ستونزه او د مرګ او ژوند يوه حياتي مسئله ده . څرګنده ده انسانان د خپل ژوند د پايښت او خوندي کېدو لپاره تر هر څه دمخه و غذا ته اړتيا لري او بايد غذا و خوري . خوپه نړۍ يا دغه کلي کې د غذا څخه د نيمايی زياتو اوسېدونکو محروميت او د لوږي معضله دهغوی ژوند تر سخت ګواښ او تهديد لاندي را وستی دئ . نن ددريمي نړۍ په هېوادو کې د فقر او لوږي ستونزه هومره ريښه غزولېده چې د ورځي دېرش زره انسانان د مرګ و کندي ته راکشوي . راځی چې وګورو دا فقر څه شی دی او ولي د انسانانو لمن نه ايله کوي؟ آيا دلته د غذا کمي ده اوکه بله موجبه سته چې انسانان وږي دي ؟ په دې نړۍ يا په دغه ګلوبل کلي کې د ټولنيز ناعادلانه سيسټم ددوام په وجه فقر تل خپله شومه بڼه ساتلې او په هر وخت کې ئې ځان ښکاره کړی دی خو د سرمايه دارۍ په اوسني دغه په اصطلاح متمدن پړاو کې و خپل اوج ته رسېدلې ده . فقر دغذا څخه م حروميت دی وهغه ته نه رسېدنه او لوږه ده، فقر بې کوري ده، فقر په ناروغي کې د علاج بېوسي ده، بې کاري ده، فقر دتعلیم او تربیې څخه بې برخي ده، دراتلونکې څخه بېره ده، فقر دلوږي په خاطر دخپل اولاد د مرګ ننداره ده،بې آبي ده، فقر بې چاره ګي ده، فقر د خپلواکۍ او آزادۍ نه کامل محروميت او واقعي غلامي ده . پر انسانانو باندي چې لوږه تحميل سي نو هر څه ته لاس اچوي ، فقر نا امني ده اود ډېرو زياتو نورو ټولنيزو پرابلمونو زېږنده ده . فقر ډيري څهرې لري او هر ځای خپل رنګ بدلوي خو په زياتره حالاتو کې هغه داسي حالت دی چې خلګ غواړي دهغه څخه وتښتي .اوس ډېر په دې باور دي چې فقر او لوږه داسي پديده نده چې ګني د بشر اذلي نصيب دي وي ، بلکه دا د حريصو انسانانو په لاس جوړه سوې غميزه او داوسني غير عادلانه ټولنيز سيسټم يوه بد شکله پاېله ده چې دهمدې پديدې په دوام سره يې پر نړۍ باندي داسي ناوړه سايه غوړولې ده . فقر زموږ د متمدني نړۍ پر وجدان باندي يو تور داغ دی ، دنړۍ شتمن هيوادونه چې دفقر د غزېدو په بيه � �ا نور هم شتمن کيږي نو وجداناً هغوی وبشري ټولني ته مسؤله او ګرم دي . نن چې داسي تلاښونه کيږي ترڅو دغه موجوده نړۍ واله سيسټم جهاني کړي او د هغه څخه ګلوبل کلی جوړ کړي نو که په هغه کې د ټولنيز عدالت د موازينو په چوکاټ کې د انسان د ښېرازې په خاطر د لوږي، فقر، بیکارۍ او بېوزلی د پای پاکه امحاء د پاره بنسټيز اوعادلانه ګامونه پورته نسي نو دابه بې له شکه په دې نړۍ وال کلي کې دفقر او بې عدالتۍ دجهاني کېدلو مانا ولري . د غربي تمدن په دغه روان د سرمايه دارۍ په دوران کې ، هر کال په ټوله نړۍ کې په ميليونونو انسانان د هغه څه د کمبود په خاطر له مينځه ځې چې په نورو شتمنو هېوادونو کې د اضافي موادو په څير ايسته غورځول کيږي . په همدې نړۍ کې د يو ميليارډو په شاو خوا کې انسانان دورځي د يوه ډالر نه کم او درې ميليارډه يې په درو ډالرو خپله ورځ سبا کوي . د يو ميليارډ نه زيات کسان دڅښاک د صحي اوبو څخه محرومه او څه ناڅه دوه نيم ميليارډه انسانان دصحي او طبي امکاناتو څخه بې برخي دي . دغه ارقام د هر کال په تېرېدو سر زياتيږي . هرکال ۵ ميليونه ماشومان د لوږي نه مري او نور ۱۲ ميليونه د ژوند د لومړنيو اړتياو د لاسته راوړلو په خاطر خپل ځانونه خرڅوي . فقر په هر کال کې سل ميليونه ماشومان دزده کړي و پرېښودلو ته اړباسي . د ملګرو ملتونو د ګزارش پر اساس همدا اوس په نړۍ کې درې لکه ماشومان د لوږي په خاطر د س� �تيرو په څير د دېرشو نه په زياتوجګړو کې برخه لري . د هغوی نه د خپل ماشومتوب سپېڅلتيا غلا سوې او دې ته اړ سوي دي چې د فقر او لوږي په خاطر خپله ځلانده راتلونکې د خپل ژوند په بيه دداسي جګړو س� �ه و موښلوي چې پخپله ئې په ماهيت نه پوهيږي . نن په زياتره جګړو کې سر تيري په دې نه پوهيږي چې د څه د پاره جنګيږي ،هغوی بس د اجيرانو په څېر د پيسو په مقابل کې ځانونه ګماري او و هر څه ته تن ورکوي تر څو د لوږي څ خه ځان وژغوري .دغه بربنډه او نور ډېرو زورونکي ارقامو ته پاملرنه زموږ د دوران يو تريخ وا� �عيت څرګندوي او د اوسنۍ نړۍ يوه ټولنيزه غميزه او د درمندو ټولنويوه لويه تراژيدي ده. آياپه دې نړۍ يا کلي کې خواړه نسته چې دغه فقر اولوږه د انسان په برخه سوې ده او که بله موجبه هم لري ؟ کله چې څوک ددې کلي و بازار ته د نيژدې څخه ګوري نو په هغه کې خو ډېره ګڼه ګوڼه ليدل کيږي . دلته خوډول ډول خواړه سته او د هر رازي موادو پريماني ده ، غله دانه او د کرهڼي نور حاصلات هم پرېمانه دي . ددې کلي خلکو خو په خپل ګډ کار او زيار سره چې څومره یې په وسه وه نو هر ډول حيوانان یې روزلي دي د څړ ځايونه او کروندې لري . رنګارنګه محصولاتو ته یې وده ورکړېده، هرڅه سته او پرېمانه پرېماني ده . پو هېږی په دې سل کسیزه کلی کې۳۱ دانې پسونه سته، ۲۳دانې غوایان ګ� �ځي، ۱۵خوګان تا و بالا کيږي، ۳ اوښان، ۲ آسه او۱۹۰ دانې چرګي او چرګان هې خوا دې خوا ته ګرځي را ګرځي ! غله دانه او د کرهني حاصل هرڅه پکښې پيدا کيږي . هوکی په دې کلي کې دټولي مځکي مېشته شپږ ميليارډه انسانانو لپاره و بخښی ددې سل کسیزه ټول کلی د اوسېدونکو لپاره پرېماني ده او څه ناڅه د اوسېدونکو د شمې� � نه حتی يوازي دوه ځله زیات چرګان سته !نوکله چې خبره داسي وي او دلته په دې کلي کې د خوړو هيڅ ډول کمي نه بلکه پرېماني لاهم موجوده وي نو دالوږه ولي سته ؟ دغه ټوله د خدای تعالی نعمتونه ولي تر خلکو نه رسيږي ؟ دغه نعمتونه که په عادلانه توګه ددې کلي وخلکو ته توذيع سي ، انساني حرص ځيني ايسته سي هغوی ته د کار زمينه برابره او د خپل کار او زحمت په مقابل کې په عادلانه توګه حق و حقدار ته ور سيږي ، نو فقر او لوږه خو بايد اصلاً وي نه ؟ نو داسي ولي نه کيږي ؟ ښائې دلته ددې ستونزي عمده وجه په همدغه واقعيت کې پروت وي . دلته دغه څه چې ولي لوږه سته، ولي فقر سته، ولي جګړه سته، ولي غلا او جنايت سته، ولي بې سوادي سته ،ولي بېکاري سته ولي امن له مينځه تللی دی ولي نړۍ وال مارکيټ د هيروينو او وسلو د قاچا� �برانو په ولکه کې راغلی دی ولي په دې نړۍ کې داسي لګه درګه ده او داسي ډير نور څه سته دا ځکه چې په دغه نړۍ واله کلي کې ټولنيز عدالت نسته، عادلانه د کار او تقسيم شېوه نسته . په خپله عدل نسته . د ګټي او د پيسو دلاسته راوړلو لپاره يوڅوک هر روا او نارواڅه کولای سي . په نتیجه کې ددې کلي د سلو تنو څخه پنځوس تنه سم خواړه نلري، دوا نلري او هميشه وږي ساتل کيږي ، د هستوګني ځای نلري ، د تعليم او زده کړي نه مح رومه او بېکاره دي . شل تنه یې دخوړو د کمبود په وجه د نس او په نورو زياتو ناجوړيو اخته دي . ددې کلي يا د ټولي نړۍ یوازي۳۰ تنو ته پوره غذا رسیږي او دژوند د نورو ښېګڼو نه هم برخمن دي . په واقعيت کې ددې کلي د جهاني کېدو بازار يوازي ددېرشو تنو په خدمت کې راغلی دئ . همدغه دېرش تنه او دهغوی سرغنه دي چې دټول کلي پر شتمنيو او نعمتو باندي ئې خېټه اچولې او د تکنالوجۍ ټول هغه دستاوردونه چې ب� �ر د پېړيوپېړيو زحمتو په نتيجه کې و اوسني تکامل ته را را رسولی دی نو هغه ئې هم په خپله انح صار کې راوستي او د ځان په ګټه ئې کارولي دي . دانور اويا تنه وږي دي ، اوپه نس نه دي م اړه . ان د خپل بشري حقونو څخه هم ليري ساتل کيږي . دغه دېرش تنه چې هر څه هم خوري او نور هر څه ئې هم په ولکه کې دي ، نو هغوی دا کار د ځان ګناه نه ګڼي دا ځکه چې د همدې د ټولنيز سيسټم اداري ساغری هم داسي راغلی دی ، همدغه نړۍ وال سيسټم او دهغوی نړۍ وال حاميان هغوی ته دا حق ورکړی دی چې همداسي وکړي د هغوی څخه دفاع هم کوي . ان لکه زموږ د وطن جنګسالاران چې زموږ ولس هغوی ته قاچاقبران او په جنايتونو کې ښکېل بدنامه د عامه وژنو مجرمان وائې ، هغه چې چې نن په ښيښه ای بنګلو کې اوسي او بانکونه ئې په ډالرو ډک کړي دي . دغه سيسټم هغوی ساتي او ان په وسلوئې لا نور هم سمبالوي . پرون ئې هم سمبالول دا ځکه چې هغوی د هم داسي مزدورو اشخاصو په وسيله په هيوادو کې د خپلو لاسوهنو زمينه برابره وي، فقر او لوږه ډېروي او و رات� �ونکو کورنيو او سيمه ايزه لانجو ته لا نوره هم لاري خلاصوي . په دې توګه ددې کلي و دېرشو تنو ته چې ددې کلي د ټولي هستۍ د غضبولو لپاره ټول امکانات په کار لوېدلي دي نو د هغه دساتلو او دوام � �پاره يې خبره و جګړو، شيطنت، تيريو او ووسله واله مسابقو ته هم را ايستلېده پر ملتو او هيوادو باندي ئې ناروا جګړې تحميل کړي دي . په دې ګلوبل کلي د وسلو په دې نړۍ واله مسابقه کې یوازي د امريکا پوځي پانګه و شپږ زرو ميلیارډه ډالرو ته رسیږي . دا په داسي حالت کې محاسبه کيږي چې د ټولي نړۍ د پو ځي � �ګښت اندازه اوس اته سوه زره میلیارډه ډالرو ته ځان رسولی دی . دغه رقم ته ښه سوچ وکړی، اته سوه زره میلیار� �ه ډالره ! دغه پيسې زياتره دوسلو جوړولو فابرېکو د لويوخاوندانو او سهم لرونکو و حسابو ته شوه کيږي . نو که موږ ددې نړۍ وال کلي څخه بیرته و دې ښکلي او ارتي نړۍ ته را ووزو او ددې نړۍ د شپږ ميليارډه اوسېدونکو و ژوند ته ځير سو، يوازي ددغه پوځي لګښت د پيسو څخه د سړي پر سر ۱۳۳زره ډالره و هر يوه ته رسیږي ، په دې پيسوسره کېدای سي يو څوک د خپل ژوند هره خوا سمباله او هره ويجاړه ئې آباده کړي . البته دایوازي د پوځي لګښت د ونډي برخه ده ها نور ملي عاید او خپل دلاس د خواريو ګټه خو ئې لا پر خپل ځای پرېږدی! هغه تازه ارقام چې خپاره سوي دي ښيئ چې امريکا ته د عراق د اشغال مصرف د هفتې درې مليارډه ډالره او د کاله څه ناڅه ۱۶۰ ميليارډه ډالره تماميږي ، ددې سره که دافغانستان د جګړې لګښت هم يوځای سي نو سرئې د هفتې څلورو مليارډه ډالرو ته رسيږي . هغه رقم چې په دې نيژدو وختو کې د المان ږغ سايټ د واشنګټن پوست د ورځپاڼي په حواله خپور کړی دی ان پخپله د امريکايانو لپاره لا زيات هېښنده اوحيرانوونکي دی . ددې رقم پر اساس که د عراق د جګړې جانبي مصرف سره لکه د ټپيانو ددرملي خرچه او نور هم يو ځای سي نو امريکا ته يوازي دعراق دجګړې مصرف د ورځي ۷۲۰ مي� �يونه ډالره تماميږي. دغه رقم ته که په دقت سره وکتل سي نو په بل حساب په هره دقيقه کې پنځه لکه ډالره مص� �ف کيږي . دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې دا څرنګه بشر دوستي ، ډيموکراسي او د بشري حقوقو درناوی دی چې په نړۍ کې د ورځي دېرش زره تنه د لوږي مري خو دغه دبشر دوستان د پرديو وطنو د په لاندي کولو او جګړو کې دورځي۷۲۰ ميليونه ډالره مصرفوي ؟! د دې نه علاوه د امريکا دولتي اداره دکاله تر � �۰۰ ميليارډه ډالرو زياته د پوځي وسلو په لګښت باندي لګوي . نړۍ والي ټولني اټکل کړی دئ چې يوازي په دغو پيسو سره کېدای سي چې و ټولي نړۍ ته د څښاک اوبه سر رښته سي، کېدای سي د ټولي نړۍ و ماشومانو ته غذا، د تل لپاره د تع� �يم او تربيې امکانات برابر سي، صحي آسانتياوي، شفاخانې، کورونه او نور ډېر اړين څه ورته آماده سي . دا چي دا کار نه کيږي نو پخپله ډېري پوښتني او اندېښنې را پورته کوي، او ډير درواغ او رشتيا هم و ميدان ته � �ا باسي . د راتلونکې څخـه بـېـره ویل کیږي چې تر۲۰۵۰میلادي کاله پوري به د نړۍ د نفوسو � �مېره د نن په پرتله دوه برابره زياته سي . ددې کسانو د جملې څخه به په سلو کې ۹۷ په اصطلاح زموږ د ګران هيواد افغانستان په ګډون د دریمي نړۍ په هيوادوکي چې همدا وروسته پاتي يا لږ پر مختللي هيوادونه بلل کيږي وزېږي کوم چې د همدا اوسه څخه لا د لوږي او خوړو د کمبود او نه رسېدو د مشکل سره لاس او ګ� �ېوان دي . د دې هيوادو انسانان د راتلونکې څخه جدي بېره لري . د نړۍ وال غذایی سازمان داسي برآورد کوي چې همداګړی۸۵۰ میلیونه انسانان د خوړو دپاره کافي غذا نلري او په دۍ حساب د کلي شل تنه یې دخوړو د کمبود په وجه د نس او په نورو زياتو ناجوړيو اخته دي او دوا نلري . ددې کلي يا د ټولي نړۍ یوازي په سلو کې۳۰ تنو ته پوره غذا رسیږي او هغه چې دهغوی څخه اضافه پاتې کيږي نو هغه هم بيا ايسته غورځول کيږي . د يوه خپاره سوي رقم په حواله د هغه رنګارنګه خوړو مقدار چې امريکا يې هر کال د امريکائې مصرف کونکو په واک کې ايږدي ۱۶۰ ميليارډه کيلو مواد کيږي . ددغه مقدار څخه ۴۵ ميليار� �ه کيلو چې سبزي، تازه مېوې، شيدې، غوښي او غله دانه پکښې شامله ده د خوراکي موادو د پلورونکو، د رستورانو د خاوندانو او يا پخپله د مصرف کونکو لخوا ايسته غورځول کيږي . دغه مقدار غذا کولای سي چې په افريقايي هيوادو کې د ۳۰۰ ميليونو تنو و ژوند ته چې د مطلقي لوږي سره مخامخ دي نجات ورکړي او دغه توره قاره د � �وږي د وبا څخه بچ کړي . خو دا کار نه کيږي . دغه ثروت چې همدا نن اروپا او امريکا لاسته را وړي او ځانته يې کوټه کړيدي نودا خو د هغوی داستعماري سياست په نتيجه کې د آسيا، افريقا او لاتيني امريکا له منابعو څخه لاسته را وړي دي او دا لړی لا همداسي په نوې بڼه روانه ده . د امريکا جمهور رئيس بوش يو وخت ويلي وه چې «د امريکا د ژوند پر شېوې باندي چاته د چنې وهلو حق نه ور کول کيږي » يا دا چې د امريکا پخوانی بدنامه د دفاع وزير ډونالډ رمسفيلډ د ټرور پر ضد د خپلي جګړې ماموريت په دې کې ليده چې نړۍ وال په دې خبره متقاعده کړي چې امريکا هوډ کړی دی پر خپلي امريکائي شېوې باندي و ژوند ته دوام ورکړي! په دې نړۍ وال کلي کې مېشته انسانان د امريکايی ژوند د شېوې د مدافعانو څ خه دا پوښتنه کوي چې آيا د نړۍ نور محروم ساتل سوي ولسونه هم داحق لري چې د امريکايانو په شاني ژوند وکړي که يا؟ که ئې نلري نو ولي ئې نلري او که ئې لري نو دغه او دې ته ورته سوالو ته څرنګه ځواب و� �کوي : د مځکې د سياستو د انسټيټوټ (Earth Policy Institute) رئيس ښاغلی ليسټر براون (Lester Brown) نظر څرګندوي چې تر کال ۲۰۴۰ پوري به په چين کې د سړي پر سر کلنی عايد د امريکا نه واوړي ، که چيري په چين کې د غوښو همدا شاني د اصراف مصرف لکه همدا اوس چې په امريکا کې روان دی تر سره سي نو يوازي د نړۍ په سلو کې اتياغوښي بايد د چين په اختيار کې ولوېږي ! هند خو لا پر خپل ځای پرېږده چې د دې هيواد اقتصادی پياوړتيا به تر۲۰۵۰ پوري د امريکا و کچي ته ورسیږي . په همدې ترتيب د وړلډ واچ انسټيټيوټ(World watch Institute) وايې چې «همدا اوس په امريکا کې د سړي پر سر دحبوباتو او غلو دانو مصرف د چين او هند په پرتله پنځه ځله زيات دی . نوکه ق� �ار دا وي چې هر چينائې يا هر هندی لکه يوامريکائې غوندي مصرف وکړي نو ددې کار دپاره به د مځکي و دوو کورو ته ضرورت وي ! » او دې ته ورته نوري ډيري داسي پوښتني .په دې توګه ددې کلي و دېرشو تنو ته ، ددې کلي د ټولي هستۍ د غضبولو لپاره ټول امکانات په کار لوېدلي دي خو ددې کلي د اويا تنو دهستيو د غلا کولو او د هغوی د خښم او پاڅېدلو د مخنيوی لپاره وسله والي جګړې او مسابقې را شروع سوي او د مرګ او وژنو بازار ته ئې په سپينه ورځ لمن وهلې ده .سره ددې چې د فقر بنيادي چاره د انفرادي اشخاصو اويا د انجیو ګانو په هلو ځلو سره له مينځه نه ځي ،زياتره دداسي هڅو تر شا نور لاسونه هم کار کوي خو په دې لاره کې ه� �ازي انساني او بشري هڅي دبېوزلو انسانانو ددوعاوو او د هغوی د ممنونيت سره مخامخ کيږي . نن به ښائې يو ګڼ شمېر محتاجه انسانان په خيرات سره ماړه سي خو په دغه غميزي کې زموږ د هيواد په څير ګڼ شمېر نور هيوادونه چې د نفوسو د نيمائې زيات انسانان ئې د فقر او لوږي څخه سرټکوي نو بيا هم په لوږه کې شپې سباکوي، د فقر له مينځه وړل بنيادي او ټولنيز حل غواړي . پر دې واقعيت باندي د ټولو رايه يوه ده چې په دغه موجوده نړۍ وال سیسټم کې چې امريکا ئې غواړي هغه جهاني کړي نو شتمن لا نور هم � �تمن کيږي او غريب نور هم د فقر او مرګ و کندي ته شوه کيږي . تر څو چې دفقیر او شتمن تر مينځ دغه اوسنۍ ظالمانه او غیر عادلانه واټن موجود وي او له مينځه نه وي تللی،دشتون عوامل ئې هم نه وي محوه سوي فقر به همدا شاني موجود وي او د هر ي ورځي په تېرېدو سره به لا نور هم پراخيږي او د نړۍ وال ثبات او کړکېچ ته به نور هم جدي ګواښونه پېښوي ، د انسانانو غميزي به نور هم زياتيږي . که دا نړۍ يو کلی وای او په دې کلي کې يا په دې ښکلې نړۍ کې د انسانانو په ګټه يونړۍ وال عادلانه ټولنيز سیسټم وای، د پردو پر هستيو باندي د امريکا په سرغنه توب د بډايو هيوادو سرشکونی نه وای،جګړه نه وای، دحرص ،وحشت او جنايت ځای و قناعت ، عدالت او اخوت ته پرې ايښی وای د فقير او شتمن تر مينځ دغه اوسنۍ ظالمانه واټن ايسته سوی وای، د هيوادو په کچه چور ، غلا او اشغالګ� �ي نه وای، اخلاقي انحطاط او د هيروينو قاچاقبري نړۍ واله بڼه نه وای غوره کړې، هغه وخت به د فقر او لوږي د غربت دغه شومه سايه به هم اصلاً ددې نړۍ او ددې کلي نه کوچېدلې اود جګړو او دوسلو دسياليو بازار به هم خپل ټغر ټول کړی وای . کله چې په نړۍ کې درې ميليارډه انسانان د هغې جملې څخه يو ميليارډ کوچنيان په شديد فقر کې ژوند کوي او ټولنيز عدالت ددوی د ژوند نه کوچېدلی وي آيا کېدلای سي داسي يوکلی جوړسي چې نن ورته لويه هنګامه جوړه سوېده ؟ آيا کېدلای سي په وږي نس او د بمباريو په خوړوسکو او د جګړو په سرو لمبو او خرابيو کې د متمدني نړۍ کاذب ارزشونه زموږ دهيواد غوندي پر فقيرو هيوادو باندي و منل سي؟ ايا کېدلای سي د د وحشت او بربريت په دغه اوسنۍ فضا کې په دې کلي کې د عدل او انصاف حکم پلی او فقر او لوږه دي له مينځه ولاړه سي ؟ آيا داسي څه به ممکنه وي ؟ که نه وي نو ولي بايد نه وي او څوک او کوم هيوداونه دداسي عدل د تأمين په لاره کې مسؤله دی او خنډونه پېښوي ؟ نن د نړۍ اکثريت خلک او هيوادونه دداسي يو نړۍ وال عادلانه بشري کلي غوښتنه کوي چې په هغه کې و ټولو انسانانو ته خواړه وي،سوله وي،عدالت وي ،راستي وي، کاروي، مصؤنيت وي، انسانيت او وهغه ته درناوی وي . که نن په رشتيا سره غوښت� � کيږي چې په نړۍ واله کچه د فقر عوامل له مينځه ولاړ سي نو باید همداسي په نړۍ واله کچه بايد ددغه اوسني نړۍ وال نظام په بنيادو کې عادلانه بدلون راوستل سي. د خدای بنده ګان په هر دين او مذهب چې وي د سولي، ټولنيز عدالت، انصاف ،دوستي او راستي په موجوديت کې کولای سي يو اوبل ته واقعي خدمت وکړي او دداسي کلي و جوړېدو ته ځانونه هم وهڅوي او هم ئې و نڅوي . د اکتوبر ۱۷ مه ۲۰۰۷ * شينتو Shinto د جاپان ترټولو پخوانۍ دين او ددې هيواد د دووعمدوو دينو ( بودايی او شينتو) څخه يو دی . دغه دين د اماتراسو(Amaterasu) په نامه ځان دلمر الهه او د خپلي اجدادي مڅکي ساتونکې بولي ، د جاپان سلطنتي خاندان هم په خپله کورنۍ کې ددغه څه تجسم ويني . اخځونه : دغه � �يکنه او په هغه کې د ياد سوی ارقامو يادونه په لندن کې دلاندي کتاب د مجموعې:2003-2005) -1 Smith, D.J., & Sh.Armstrong, If the World Were a Village (London او د غه منابعو څخه استفاده سوېده : - 2 د ملګرو ملتو د کرهڼي او غذا سازمان (Food and Agriculture Organization of the United Nations-FAO) ،3 ـ http://www.un.org/depts/dhl/poverty/- 4 د يونسيفUNICEF (United Nations Children's Emergency Fund) پاڼه، - 5د World Watch Institute د ۲۰۰۶ کال ګزارش ،Why the Western Economic Model will not work for the world – Earth Policy Institute – March/09/2005 -6 7 - د U.S. Food Waste and Hunger Exist Side by Side-IPS Sept./03/2004 8 – د اسټرليا دايج (The Age) ،د بي بي سي (BBC) اود آلمان ږغ (DW) خبري پاڼي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف احمدي: په هلمند کې مو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي", "output": "قاري یوسف احمدي: په هلمند کې مو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا وکړه چې د هملند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د وزیرو په مانده سیمه کې یې نن لس بجې د امنیتي ځواکونو په موټرو برید کړی او یولس عسکر یې وژلي او اوه نور ژوبل دي. احمدي وویل چې برید په هغو دریو کرولا موټرو شوی چې پکې دغه سرتیري سپاره ول. تر اوسه حکومتي چارواکو د دې خبرې تاید نه دی کړی. په دغه سیمه کې تیره اونۍ د ولسې جرګې یو غړی دادمحمدخان هم د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ژوند", "output": "کله راته خاندي کله ژاړي دغه ژوندرنګ بدلوي هروخت داسې ښکاري دغه ژوند کله شي بدرنګ ، او کله خاپیرۍ په شان کله مینه کله نفرت راوړي دغه ژوند پریده چه آزاد شم بی وفا حیات ځنېنوربه څومره غم ګنې به شماري دغه ژوند لاړ خون جګرشو، زړه د ا نتظارځنېنور به څومره صبر رانه غواړي دغه ژوند ای د نامرادو کم بخت اجله چیرته یېشپه او ورځ بس تا پسې مې ژاړي دغه ژوند ګرځم سرببراو څی� �ې ګریوان طاهريدې نه به بل کوم رسوایي راوړي دغه ژوند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پل مو بختور شه!", "output": "ليك: افغان دوست ترهر څه لومړى ټولووطنوالوته دنوې كابينې مباركي وايم! هيله ده چې ټول وزير صاحبان دهېواد لپاره نيك شاګومه شي! او دنويووزيرصاحبانو پل رنځېدلي ولس ته بختور شي! غواړم دكابينې پام څو اساسي ستونزو ته چې له ارګ نه تر معمولي ماموريت پورې ټولې اداري پرې ككړې دي، واړوم! لكه څنګه چې دا كابينه له پخوانيو كابينوسره توپير لري. پخوانۍ كابينې چې څنګه وې دضرورت له مخې ښې وې. خونوې كابينه دبون دپرېكړې نتيجه بلل كېږي. اودولس داستازيوله لورې ټاكل شوېده. نوې كابينه كه هر څنګه ده، خو دپارلمان له خوا دډېرو پوښتنو ګروېږنو، نه وروسته رامنځته شوېده. دغه ډول سخت امتحان ته چې سړى ګوري ، نوويلى شي ، چې وړ او ښه كابينه به وي. له اوسنۍكابينې نه ولس ډېرې هيلې لري، ولس هيله من دى چې دنوي كابينې او پارلمان دهلو ځلو په نتيجه كې به جنګ جدل ختم شي!! ورور،وژنه به پاى ته ورسېږي اوستونزې به لرې شي! نوې كابينه او ورسره پارلمان بايدلاندينيوستونزو ته، چې افغان ولس ورسره دم ګړۍ لاس او ګرېوان دى خپل پام وروګرځوي! دغه ستونزې په دوو كتګوريو كې وېشلى شو. اول دهېواد باندنۍ ستونزې. دوهم دهېواد داخلي ستونزې. د هېواد باندنۍ ستونزې: دخارج له لوري هېواد له ډېرو ستونزو سره مخامخ دى. هره تباهي چې هېواد ورسره مخ شوى اويا مخ كېږي ،ديوې سالمې خارجه پاليسۍ دنشتوالي نتيجه گڼل كېدلاى شي. كله چې په هېواد كې څه ناڅه سوله او نظم رامنځته شي،نوځينې سياستوالان پر ګاونډيانو ور هه كړي. ګاونډي او په سيمه كې پراته هېوادونه ځان په خطر كې وويني. اوهغوى هم دخپل ځان دخوندي ساتلو په خاطر زمونږ په هېواد كې لاسوهنه پيل كړي.له دې سره زمونږ نوى منځته راغلى نظام د ړنګېدوپايلامه وشي. نو نوې كابينه او پارلمان بايد يوۀ ملي ، او ملي ګټو ته ژمنه پاليسي، او ملي ستراتېژي جوړه كړي. له ګاونډيو او نوروهېوادونو سره دستونزو دحل په چارو كې له ډپلوماټيكو هلو ځلو څخه كار واخلي.ترڅوهغه نارې او سورې چې دم ګړۍ دافغان ولس په ګټه نه دي بندې شي. دخارجي ستونزو په لړ كې يوه بله ستونزه هم شته. مونږ له هېواد نه باندې ځينې سفيران او ډيپلوماتان لرو، چې دټاكلي ډيپلوماتيك مهال نه ډېر مهال پر دنده اخته دي. په ښوموټرانو كې ګرځي ، مزې او چړچې كوي، خو په اړه ېې هيڅ نه ده معلومه، چې دوى ولس ته څه اقتصادي، سياسي او ټولنيزه ګټه رسولې ده؟ حتىٰ ځينې خو په دې ندي خبرچې په اړوند هېوادكې دافغانانو څه حال دى؟ پردغسې سفيرانواوډيپلوماټانو بايدله سره غور وشي، او پر ځاى ېې بااحساسه ، باكفايته، نرم زړن ، دولس پرخوشحالۍ خوشحاله، او غم ېې غمجن استازي ولېږل شي. دهېواد داخلي ستونزې : له خارجي ستونزو پرته. په هېواد كې هم ډېرې ستونزې شته.چې د ولس تر منځ ېې ددولت ارزښت راټيټ كړىدي. دغعه ستونزې جدي پاملرنه غواړي. پخوا هم دغه وړ كړاونه دافغانستان دورانېدو سبب شوي وو، او كه پام ورته ونشي نو يو ځل بياېې هم دورانېدو سبب گرځېدلاى شي! ښاغلي وزيرصاحبان دې خبروي، چې په دغو راغليوپوځونو هېڅكله افغانستان كې امنيت نشي ، ټينګېدلاى، تر څوله ولس سره مفاهمه ونشي! دهغوۍ ګيلې اوګزارې وانه ورېدلاى شي! او دهغوۍ په خوښه نظام رامنځته نشي! داخلي ستونزې په دې ډول په ګوته كولاى شو: • عادي ماموريت نه نيولې تر وزارته پورې رشوت اخستل كېږي. او ان چې رياست جمهوري هم ترې خلاص نه دى.( كه ضرورت پيداشو نو نومونه ېې هم ښودلى شم) د جمهور، رئيس فرمان پرپيسوخرڅېږي. ددولت چوكۍ پر ټېكه او پيسو وركول كېږي. همدارنګه ځينې چارواكي شته چې فكر كوي كه شخصي ګټې ېې پوره نشي او زوى يا كوم بل خپلوان ېې په لوړوپوستونو ونه ټاكل شي، نو اړى ګړى به رامنځته كړي!! ځينې وزير صاحبان چې لومړى راغلل نو په كابل كې به په ټېكسيو كې ګرځېدل، خو د پيسو پيداكولو او تحفو اخستلو په نتيجه كې اوس نام خدا! دزرې ضد په موټرو كې ګرځي! • ځينې تلويزيونونه دافغاني دودونو او عنعناتو پرخلاف خپرونې كوي. اخلاقي فساد ته لاره هواروي. په كابل ښار او ځينو نور ښارونوكې اخلاقي فساد دومره ډېر شوى، چې اخلاقي فاسدان او شرابخواره په خپلو چارو فخر كوي! اوبې له ډاره ناوړه اعمال ترسره كوي! چې كله ورنه پوښتنه كېږي، نو ځواب كې وايي چې ډيموكراسي ده! همدغسې په خپرونوكې زمونږپه اسلامي ټولنه كې داسلامي كلتور په نزد غربي كلتور ته وده وركول كېږي، چې دا هېڅكله زموږ په گټه نه تمامېږي. او نه تمامېدلاى شي! دكلتور په لحاظ هغه څه چې په اروپا كې ښۀ بلل كېږي ، هغه زموږ دهېواد دتباهۍ اسباب دي! • دځمكو دعوه جلابان دومره ډېر شويدي چې ټولې څارنوالۍ او محكمې دځمكو په دوسيو ډكې دي. فيصلې دهغو خلګو په گټه كېږي ، چې پيسې وركولاى شي.دغريبو او ناچارو خلګوهډو پوښتنه نه شته!همداراز په څارنواليو كې لوى نه لوى مجرم بري كېږي.په قضاء كې دلوى نه لوى مجرم په ګټه فيصله كېږي. • ظلم او ستم اوج ته رسېدلى دى. دولتي چارواكو له ځانونو نه فرعونيان جوړ كړيدي! پر دولتي چوكيودغنيمت ګومان كوي.ملي شتمني ورته بې څښتنه شتمني ښكاري. همدارنګه ولس ورته پردى او ولس ته دوى پردي ښكاري! له دې پرته ځينې نورې ستونزې شته چې بايد راو پلټل شي.دافغانستان ټول تاريخ پر دې ګواه دى ، چې دغسې حالات كله هم پر افغانستان راغلي نو افغانستان له تباهۍ سره مخ شويدي. او ډېرې خويندې ميندې ، ورارې،كونډې اوبورې شويدي. پارلمان او نوې كابينه بايد، ددغو ستونزو دحل لارې ولټوي. دولس غوښتنو ته مثبت ځوابونه ووايي. همدرانګه پر دې فكروكړي چې دغه اوسني جنګونه چې دافغانستان په غربي او جنوبي سيمو كې روان دي، ولې؟ورځ په ورځ چې خلګ پر دولت بد ګومانه كېږي، ولې ؟ ايا پاس يادې شوې اوځينې نورې ستونزې خوېې وجوهات نه دي؟ بدبختانه ځينې دولتي چارواكي هره ناوړه چاره په القاعده او تروريستانوپورې تپي! خو دومره ځان سره په ګرېوان كې نه ګوري، چې ايادولت دولس دستونزو په لېرې كولو څومره بريالى دى؟ دنوې كابينې او پارلمان همدغه وخت دى كه چېرې دغو موجودو ستونزو ته ګړندى ځواب ونه وايي نو كېداى شي، ولس له كنټرول نه ووځي!! بيا به نه ستا زورپرې رسي او نه دسپي؟ همدارنګه په دولت كې بايد دمكافاتو او مجازاتو يو سېستم رامنځته شي. څوك چې سم كار او نوښت كوي بايد ولمانځل شي! اوكه څوك دوطن په تاوان وي ، لومړى ورته توصيه وشي او كه په توصيه ونشي نو جزا وركړل شي!! فكر كوم كه يادې شوې ستونزې حل شي نو په هېواد كې به امنيت او سولې ته لاره هواره شي! ترحم ، عدالت، ښه چال چلند به رامنځته شي! راپېښيو بدبختيو ته بۀ دپاى ټكى كېښودل شي! نه به دالقاعده نوم وي او نه دتروريست! او كه دغه ستونزې دوام وكړي نو دالقاعده او تروريستان به هم ډېر شي!! او دغه پړه به بيا پر همدغو وزير صاحبانو وي! نه پر ولس ! په پاى كې يو ځل بياپر پارلمان او نوې كابينې غږ كوم چې دپورتنيو ستونزو په حل كې خپله دنده ترسره كړي! ترڅودببولالو خاتمه وشي.كه دغوستونزو ته پام ونشي نو سبانۍ نـسل به مو بيا په پرديو ملكونودخيراتګرو په څېر ګرځي. په نتيجه كې به خړې سترګې ورته ګورو، له ژړاو، انكولاو نه پرته به نور هيځ ونلرو!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پنځه تنه امريکايي سرتيري وژل شوي", "output": "په تيرو دوه شپو ورځو کې پنځه تنه امريکايي سرتيري وژل شوي . دغه خبر د ايساف سرچينو په ډاګه کړی او وايي : دوه تنه د ﻻس جوړ شوو بمونو په چادونه کې د افغانستان په سويل کې وژل شوي ، دوه تنه نور د سړک غاړې د ماين د چاودنې له امله وژل شوي او يو پنځم تن په نښته کې له پښو غورځول شوی .د پېښې د ځای ، وخت او نورو جزيياتو په هکله د تل په شان نوموړې سرچينه پټه خوله پاتې شوې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افسوس! چي قانون پلي کوونکي ته هم خاين ويل کيږي", "output": "نور نو،که هوښياران يو له دې نادودو او کړاونو وروسته، بۀ هرومرو دهېواد پر جوړښت فکر وهوو.او د جوړښت په غم کې به يې اوسو. که اوس يې هم دجوړښت غمه ونه خورو نو دکوڅو لېونيان به هم پر موږ او زموږ پر دغو سياسي مشرانو شرف ولري. ځکه د کوڅو لېوني خو دخيالي نړۍ پر جوړولو څه نا څه وخت مصرفوي خو موږ هډو دوطن پر جوړښت هم فکر نه وهوو! اوپه دې اړه فکر وهل راته لېونتوب او دوخت ضايع ښکاري! نور،وهغه ستونزې او مشکلات چې له لسيزو � �اهسې زموږ هېوادوال ورسره لاس او ګرېوان دي، بايد له منځه يوړل شي. او پردې فکر ووهل، شي چې څنګه دخپلو ورارو، کونډو او رنډو يتيمانوشمېره را کمه کړو او دې روانې لړۍ ته دپاى ټکى کېږدو؟ نور، نو بايد ټول ديوۀ افغانستان په فکر شو. هغه اختلافات چې د ډلوټپلو ترمنځ شته بايد لرې کړو. که نه لرې کيږي خو دوطن جوړولو په مقابل کې يې هرومرو يوې خواته کېږدو او خپل ډلييز،ګوندي اختلافات په هيڅ ډول له وطن او اساسي قانون نه لوړ و نه ګڼو! که دا وطن په دې اوسني تاريخي اوحساس پړاوکې،چې دټولې دنيا مرستې راسره دي، جوړ نه کړو. نو دټولې نړۍ دخندا به شو او دنړۍ په کچه به دبې کفايتو وګړيو ګومان پرايمان بدل شي! خو په دې حساس مهال کې د حيرانېدن ځاى دى. هغه چارواکي چې اساسي قانون پلى کوي او دعملي کېدو لپاره عملي ګامونه اخلي، په يوه نامه او بل نامه بدناميږي. لکه چې داطلاعات اوکلتور پر وزير ښاغلي عبدالکريم خرم باندې تورونه لګيږي.په دغې ډلې کې ډېرى پ� �دې ټينګار کوي، چې ښاغلى خرم ملي يووالي ته زيان اړوي، هغه هم پر دې چې دملي ټرمنالوژۍ دساتنې لپاره يې دوه تنو ته سزا ورکړه؟دوى ته بايد وويل شي،چې ګورئ دخداى روى ته وګورئ، دغه بې ځايه تورونه مه لګوئ. ځکه اساسي � �انون پلي کول په هيڅ وخت کې ملي وحدت ته تاوان نه اړوي. ځکه پخپله اساسي قانون ديووالي او اتحاد سمبول دى.هم دغه اساسي قانون دى،چې دهېواد ټول توکمونه يې سره ديووالي په تار تړلي دي. او هر يوۀ ته يې دبل برابر حق او حقوق ورکړيديپه دې نيوکه کوونکيو کې دولسي جرګې ځينې غړي، هم شامل دي، چې بدبختانه هغوى هم پردغې بې سر او بوله خبرې باندې شخوندوهي. ددوۍ د نيوکو اوتورونو په اورېدو سړى ډېر خوابدى شي. ځکه په يوې ټولنه کې چې قانون پلي کوونکي خاينان او نفاق اچوونکى وبلل شي او قانون جوړونکي پخپله قانون مات کړي، نو دهغې ټولنې سرنوشت به څه شى شي؟ په پاى کې هيله لرم، که دغه اوسنى اساسي قانون ناقص وي، نو دمرمت لپاره يې سوله ايزې هلې ځلې وکړئ او که نه وي نو هغو خلکوته کلک ځواب ووايئ،چې دقانون پلې کېدو په وړاندې خنډونه رام نځته کوي. ځکه دغو خلکو له دې وړاندې هم موږ پرسمندر ور ګډ کړي يو او يوځل بيا غواړي چې لا په لوى سمندر مو ور � �اهو کړي!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناټو په افغانستان کې د خپلو څلور سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړ", "output": "میرویس جلالزی د ناټو مرکزي قوماندانۍ په افغانستان کې د خپلو څلورو سرتیرو د مړینې خبر تاید کړ. پرون د امریکې پوځ وویل چې د ملک په جنوب کې یې دوه سرتیري په دوو جلا جلا چاودنو کې وژل شوي دي او په دې سره د اګسټ میاشت د طالبانو د سقوط را وروسته د امریکایې سرتیرو لپاره تر ټولو خونړۍ وه. په اګسټ کې ۴۷ امریکايي سرتیري په افغانستان کې ووژل شول. له بل لوري د بریټانیا دفاع وزارت هم په هلمند کې د خپلو دووعسکرو د مړینې خبر تاید کړ. وزارت وویل چې دغه سرتیري یې لشکرګاه ښار ته څیرمه دماین په یوه چاودنه کې مړه شوي دي. بریټانیا له امریکا وروسته دوهم هغه هیواد دی چې د طالبانو له سقوط وروسته یې په افغانستان کې ډیر تلفات ورکړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جنګ تنور", "output": "بيا يې وويشته يو ځوان وينې کړې دارېپه تنکي بدن يې بيا بار کړلې خـــــاورې بيا تابوت پر اوږو بار ګردونه خېژي بيا له خړ کوره راځي چيغې چغارې بيا له تورو سترګو تورې اوښکې دروميپه سپينکې مخ جوړئ ، تکې تورې لارې بيا څو خړ ماشومان پړمخې پراته دي د شهيد پلار په مزار وهي کوکــارې بيا چورلکې په خــــــــــــــــړ کلي راغوټه شوېبيايې څو خويندې کړې کونډې او څو ورارې بيا ځانمرګي د جنت په بدله کـــېڅو قدونه کړل ټوټه _ ټوټه په لارې بيا يو ماين د سړکه په غاړه خــــــــــــــلاص شوبيايې سرې کړې شاوخوا تکې سپينې واورې ړنګه بنګه کوچۍ بيا ده چا ويشتلېځلوي يې لمر د ګڼ کميس هنــدارې څ وکسان دي چې د جنګ تنور ته ناست ديبلوي په کــــــــــــــــــې لنبې ښـې په کــــرارې خدايه دا کسان ددې تنور خوراک کړېچې ويده شي ماشومان مو په قــــلارې د مرغومي ٢٤ مه ، کاب� �"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست: د ډاکټر عبدالله په غونډه کې دپيسو پر سر شخړه وشوه", "output": "په خوست ښار کې نن د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې پر ګډونوالو د پيسو وېشلو پر سر لانجه رامنځته شوه. په دې غونډه کې چې نن جوړه شوې وه د له مرکز او يو شمېر ولسواليو څخه د مېرمنو په ګډون شاوخوا ٣٠٠ کسانو برخه اخيستې وه. د غونډې په پاى کې کله چې پر يو شمېر کسانو پيسې ووېشل شوې، خو هغو کسانو، چې پيسې نه وې ورکړل شوې، له تالار څخه له وتلو انکار وکړ. د رحمت بي بي په نامه يوې ښځې وویل : زه کانديد مانديد نه پېژنم، يواځې دپيسو لپاره راغلې يم، راته ويل شوي و، چې دغونډې په پاى کې پيسې درکول کېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوسنۍ ناورين او د مرغومې ناسور ټپ (پوهنمل نوزادي)", "output": "مينه که زړه شی خو يادونه به يی وی جوړکه شی زخمونه خوداغونه به يی وی دافغانانو وياړلۍ هيواد داسيا په زړه کی دخپل جيوپوليتيکی موقعيت له م خی تل د لويو تيری کوونکو پام ځانته اړولې او دهغوی حريصی سترګی يی په خپل لور کږی ليدلې دی . که دتاريخ په اوږ دو کی ځينی وختونه پدی خاوره کی دلويو امپراتوريو زڼی زرغونې شوی اوپه هرلورې يی ريښی ځغلولې دی خو ځينی وختونه بيا دپرديو امپراتوريو داړی هم ورته سپنی شوی او پرنازک بدن يی ورته خونړی زخمونه جوړ کړيدی . دنړۍ ډيرو سترو قدرتونو دپيړيو په اوږدوکی ددی هيواد داشغال خوبونه � �يدلې ٫ مګر ډيرو لږو دا جرئت کړی چی په نيغ بريد سره ئی په نيولو لاس پوری کړی . دی کارته دوی يوزای هغه وخت زړه ښه کړيدی چی په دننه کی ئی سياسی کړه وړه نازک ليدلې ٫ خپل منځی شخړو ته ئی لمن وهلې ٫ سياسی اړخونه ئی يودبل په وړاندی پرشا ټکولې ٫ يو دبل پلاس ئی له پښو اچولې اوپدی توګه ئی دکړکيچينو حالاتو څخه ګټه پورته کړی او حمله ئی پری کړيده . لکه څنګه چی تجربی ښودلې ددغسی نازکو شرايطو په منځته راتلو سره هيواد په نسبتا ً اسانه توګه دپردو پلاس کښيوتې , ولی داشغال په حالت کی ئی بيا ساتنه ورته ډيره ګرانه تمامه سوی ده . دی کار که ديوی خوا دا� �غالګرانو پزه په خاورو پوری مښوولې ده ٫ خوله بلې خوايی دوطن بی شميره بچيان د وينو په رود کی لاهو کړی , مادی او معنوی شتمنی يی دخاورو سره خاوری شويده . پدی ډول داجنت نښانه ځمکه داشغالګرانو پاره جهنم ګرځيدلې ٫ دهغوی دپاره په اديره اوښتی او ژوندی پاته شوی کسان يی په مړو سترګو لدی خاوری شړل شويدی . د ١٣٥٨ کال دمرغومې شپږمه نيټه دهغو تورو ورځو په ډله کی تر ټولو کرغيړنه ده چی دکرملين دناروغو واکمنانو په امر د ( کا جې بې ) ناپاک لاسونه دافغان سپيځلو شاځلميانو په وينو سره شول . ددغی ورځی څخه چی نژدی دری لسيزی تيري سوی دی ٫ لاتر اوسه پوری هم نه يوازی داچی زخمونه يی ګنډل سوی ندی ٫ بلکه هغه په ناسور اوښتی او لاهم تری دوينو لښتې بهيږی . پدی کی شک نشته چی هيوادته دکرملين په لاسونو او يا دهغوی دکورنيو چوپړيانو د ورانکاريو له کبله به منځته راغلې مادی زيانونه يو وخت يا دنړيوالو په مرسته اويا پخپله دافغانانو دزيار او زحمت په مټ بيرته جبران او داسی به ورغول شی چی ان نښی نښانی به يی لا ورکی شی ٫ مګر هغه زخمونه چی پدغو ناوړو لاسونو د افغانانو پرروح اوتن باندی لګيدلې دی ٫ داغونه يی تر پيړيو پيړيو پوری لا پاته او تاريخونه به يی ديوه نسله تر بله پوری ورسوی . جوړکه شی زخمونه خوداغونه به يی وی کرملين چی دخپلو طلايی خوبونو دعملې کولو پخاطر نه يوازی پر حفيظ الله امين باندی چی تر وروستنۍ سلګۍ پوری يی دشو� �وی اوولس سره دخپلې صادقانه دوستۍ ناری وهلې ٫ زړه سوۍ ونکړ ٫ دهغه بيګناه او معصوم ماشومان يی هم له تيغه تيرکړل , بيانو دعامو وطنوال په ډله ايزو وژنو ٫ نسل تباهۍ ٫ کليو او ښارونو په ورانولو څه بند و واز وو ؟ داټول هغه څه دی چی دافغانانو پر بدن يی زخمونه ناسور کړی او نننې ټولې بدمرغۍ يی مستقيمه پايله او کرغيړن مي� �اث دی . دسره اردو دشړلو څخه وروسته که تنظيمي جنګونه دکرملين دخپلسرې او م عيوب مشرتابه د ناسنجول شوو کړنو زيږنده وه ٫ خو امريکا او لوديز بيا د ( کا جی بې ) پلاس ددغه زيږيدلې ښامار په روزلو او چاغولو کی د پام وړ رول ولوباوه . دمنځنيو پيړيو بنسټپالنې دهمدغو تنظيمونو په ګيډه کی وده وکړه چی د پاکستان په غيږ کی وزيږيدل ٫ امريکا او غرب په ناز او شفقت سره و روزل . امريکا او لوديز که هغه وخت ددغه اوه س� �ې ښامار په زيږيدو سره دخوښۍ جامونه پورته کړل خو يوازی د ٢٠٠١ کال دسپتمبر پر ١١ دهغو زهرو په تاثير باندی پوه شول چی په خپل لابراتوار کی يی په ډير دقت سره جوړ کړی وه . دغه هيوادونه وه چی نړيوالي القاعدی ته يی افغانی تنظيمونه دشاګردانو په توګه وسپارل څو د بنسټپالنی په سيپاره کی سبقونه ورکړی او د کرملينی خرس زامی پری ماتی کړی . دا دوی دی چی اوس ورته په خپل لستوڼی ساتلی مار ګرځيدلې او هرګړی يی دنيښ د زهرو مزه څکی . دا دتاريخ هغه درسونه دی چی سياسوال بايد تری ډير څه زده کړی . له دی نه برسيره بلې تيروتنې د بن په کفرانس کی دطالبانو تر ماتې وروسته په ډاګه وښودل چی د زور ښودلو نيشه دمنطقو مقتل دی . دا هغه ستره تيروتنه وه چی پر بنسټ يی دافغانی ټولنې ترکيب او ځانګړتياوې په نوموړی کنفرانس کی بيخی له پام ه وغورځولې شوی . پدی کی هم د شک ځای نشته چی طالبانو هم د نورو تنظيمو پشان وخارجی مرستو ته اړتیا درلوده او پاکستان پدی اړه ورته سينه ټکول . مګر داخبره هم بايد دياده و نه باسو چی د کنړه تر نيمروزه او بيا دنيمروزه د بدخشان تر لوړو څنډو دطالبانو رسيدل يوازی دخارجی ( پاکستانی ) � �وتونو پر اوږو دامکانه وتلې کار وو . کنه نو ولې کارمل بيچاره ونکړای شوه څو د ١٢٠ زره کسيز سره اردو پر اوږو چی دعصر په ټولو پرمختللو وسلو ( ځمکنې او هوايی ) سمبا ل وه ٫ په لسو کالو کی ځان دنژدی لوګر ولايت د نرخ يا خ� �وار تر اولسوالۍ پوری ورسوی . ددی نه په څرګنده ښکاری چی دخارجی هيوادونو نظامی مرستې که هرڅومره زياتې هم وی ٫ په يوازی سر هيڅ نشی کولای . ددی خبری بله ښه بيلګه په هيواد کی همدا د نننې کړکيچ غميزه ده چی دنړۍ دنژدی څ� �ويښتو پرمختللو هيوادونو څه باندی ٦٥ زره ترغاښو وسله وال پوځيان د اوسنې عصر په ډيری پياوړی تکنالوژۍ سره م جهز د طالبانو ديوه ګروپ په وړاندی بيرحمانه جنګيږی ولی دپرمختګ تر سرعت يی پرشاتګ ګړندۍ دی . ددی نه هم سترګی پټول سخته ده چی پاکستان د طالبانو سره اقتصادی او تريوی ټاکلې کچی پوری د وسلو مرستی هم کولې . برسيره پردی لکه څنګه چی طالبانو پخپله هم منل , يو تعداد پاکستانی طالبانو هم دشهادت جام دترلاسه کولو پخاطر دافغانی طالبانو سره يوځای دشر او فساد پر ضد په جهاد کی فعاله ونډه اخيستل . لدی نه پرته دطالبانو په ټول جنګ کی هيڅ يوی بی پری سرچينې تر اوسه پوری دپاکستانی منظم اردو ٫ ټانک يا الوتکو دګډون يادونه نده کړی . طالبانو خپل جګړه ايز حرکتونه دشر او فساد په وړاندی دجهاد پنامه يادول . زه پخپله دهغه وخت کړو وړو ته د ( شر او فساد ) داصطلاح ټاکلو سره همږغۍ يم ځکه چی د ١٣٧١ کل دغوايی د ٨ نيټې وروسته دتنظيمی انارشيو او اړودوړ پرمهال هيڅ ډول ټولنيز قانون ( اسلامی شريعت يا مدنی قانون ) حاکميت نه درلود ٫ هره ورځ دخلګو پرسر ٫ مال اوناموس باندی تيرۍ کيدې . پاټک بازی او قطاع الطريقی د تنظيمې وسلوالو ( دطالبانو په اصطلاح توپکيانو ) دپاره يو غوره دود ګ� �ځيدلې وو . په سلګونو کلنو دهيواد را ټوله شوی مادی او معنوی شتمنې ددغوکسانو پلاس چی د فی السبيل الله جهاد ناری يی خپری وی ٫ يوازی دڅو لومړنيو ورځو په موده کی په ناروا توګه دغنيمت ترنامه لاندی ديوه مخه چور او تا� �ان شوه . پردغو چارو باندی به نو بيله شر او فساد نه بل څه نوم کښيښودل شی ؟ . يوه خبره ټولو ته روښانه او هغه داچی همدغه دشر افساد پرضد دجهاد شعار وو چی طابانو يی له مخی دهيواد په هرګوټ کی دخلګو ملاتړ ترلاسه او په م� �سته يی په ډير لنډ وخت کی دافغانستان ٩٥ % برخه داسلامی امارت تر کنترول لاندی راوستل. دهيوادپه هر ولايت کی دتنظيمی جګړو او ورسره تړلې شراو فساد نه خلګ پر نفس راغلی وه ٫ ځکه يی نو طالبانو ته لبيک ووايه . دلوړو څ� �ګندونو پربنياد دا دخلګو ملاتړ وو چی طالبان يی دبدخشان څوکو ته ورلنډ کړه . په يوازی سرد پاکستان مادی او م عنوی مرستو ( البته دغو مرستو هم تر ټاکلې کچی پوری خپل رول درلود ) طالبانو ته هيڅکله هم دومره برياوی ور په برخه کولای نشوی چی بيلګی يی په لوړو کرښو کی په ګوته شويدی . خو داچی دجهادی حاکميت ددغو اعمالو ضد فعاليتونو ته دجهاد نوم ورکول پرځای کار دي که بيځايه ٫ زه څه نشم ويلای . پهر حال ددی خبری سپياوۍ می داګړۍ د ليکنی موخه نده . او هغه څه چی ويل ئی غواړم دادی چی دغه ترخه واقعتونه او همدرانګه ددغو واقعتونو په غيږ کی د فوندام نتاليزم وده اونننی ځان وژونکې بريدونه ٫ ورور وژنې ٫ دعامو تاسيساتو ورانول ٫ بد امنی ٫ دنشه ای توکو کښت ٫ دخارجی قوتونو په بمباريو کی دملکی وګړو مرګ ژوبله او عام قتلونه دا ټولی بدمرغۍ دهغه ناسورټپ د وينو داری دی چی د ١٣٥٨ کال د جدی دشپږم ماښا راهيسی دهيواد پر بدن پريوتۍ دې . بله خبره چی ديادونې وړ يی بولم داده چی که پر حق وو يا ناحقه طالبانو وکړای شول د امنيت په راوستلو سره تر لازمی کچی پوری د خلګو ملاتړ پلاس راوړی . دا بيا هغه څه دی چی بايد د امريکا او ددوی د انډيوالانو په مټ دطا� �بانو تر ماتی وروسته هم په پام کی نيول شوی واې او په وروستی دولت کی دطالبانو دقوت د نفی کولو پايلي ارزولې � �وی واې . دغه بنسټيز ټکې دی چی غواړم دلوستونکو او اړوندو چارواکو پام ورته راواړوم . دبن دکنفرانس لويه تيروتنه دڅيړونکو په اند همدا وه چی هلته دفوندامنتاليزم د ونې وښاخونو ته پام واړول شو ٫ نه دهغه وريښو او علتونوته . داځکه چی : ١ - د هيواد په دننه کښی پرهغو ډلو باندی تکيه وشوه چی د ناوړتياوو له کبله يی خلګ په تنګ شوی وه او طالبانو ته يی لبيک ويلې وو .٢ - د افغانی ټولنې ت� �کيب او تاريخی ځانګړتياوی له پامه وغورځولې شوی . ٣ - نړيوال قوتونه د طالبانو په ماتولو سره په خپلو برياو باندی دومره مغرور او نيشه شوی وه چی د سبا ورځی دحالاتو او احتمالی پيښو په هکله يی فکر هم کولای نشو .٤ - دح کومت په جوړولو کی منطقی ترکيب اصلا ً په پام کی ونه نيول سو .٥ - دموجودو اوتيرو واقعيتونو په هکله څيړنې او پايله اخيستنې هيڅ تر سره نشوی او پدی اړه د م. م. يا ايساف لخوا کومه تحليلې څيړنيزه ليکنه خپره نشوه .٦ - د بيارغونی دپاره په ملی کچه پرکوم منظم پروګرام ( لکه تر دوهم نړيوال جنګ وروسته د جيورج مارشال پروګرام په ا� �وپا کی ) باندی فکر ونشو . ٧ - تر بن وروسته په لومړيو ارامو کلنوکي دبياجوړونې چارو ته ټينګه پاملرنه ونشوه او دملی وسلوالو قوتونو و روزلوته پوره پام وا نه ړول شو ځکه چی لومړی خښته يی د تنظيمی بنسټپالو لخوا کښيښودله شوه او مسلکی روزل شوی کادرونه تری وشړل شول . ٨ - په را وروستو کلنو کی امريکا او انډيوالانو يی د کرملين تيروتنې له ياده ويستلې او تر ډيره حده کټ مټ د هغوی پر پله روان دی چی بايد پايلې يی هم دهغو تيروتنو له پايلو سره ورته والې پيداکړی .٩ - او ٠٠٠٠٠٠ او ٠٠٠٠ لوړو تيروتنو داسی ح الات منځته راوستل چی مرکزی دولت ضعيف او بيچاره پاته شو ٫ بد امنيو او دنشه ای توکو قاچاق په حکومت کی زور واخيست ٫ اداری فساد چی په تنظيمی حکومت کی يی ريښی ځغلولې وی يوار يی بيا غوټۍ وسپړلې او دولت يی سرګيچ کړ . ددی کړکيچ نه په ګټه اخيستلو د دولت په دننه کی پنځم ستون ته دسبوتاژ دپاره ښه چانس پلاس ورغې چی هم يی پخپله دخپل خصلت له مخی فساد زيږاوه او هم يی ددغه فساد د شتون له کبله دولت تخريباوه ٫ نو يی پدی توګه وکولای شوه چی خلګ � �ه دولت نه بيزار کړی . هغه وو چی خلګو مجبورا ً و طالبانو ته يو ځل بيا داميد سترګی واړولې او پدی ډول د طا� �بانو ريښی لا نوری هم په کيلو او بانډو کی اوږدی وغځيدی او ملاتړ يی زيات شو . دسبوتاژ کوونکو دهيلو په خ� �اف ددغو ټولو لاملونو نتيجه دا شوه چی طالبان اوس هغه قوت ګرځيدلې چی نفی کول يی ستونزمن کار او داخبره يو انکار نه مننونکۍ ضرورت دی چی بايد په اړه يی دسياسی جوړ جاړيو لاره خپله شی ٠ البته نوموړی پنځم ستون چی اوبه يی خړولې او کبان يی نيول ٫ دطالبانو سره روغی جوړی مينه وال هم ندی او په يوه يا بل شکل پدی لاره کی خنډونه اچوی . داځکه لکه حميد ماشوخيل چی وايی :په رموز د يار د شونډ و يار پوهيږی چی ميخورزده سوال جواب د می فروش ددی خبری نه مراد دادی چی طالبان او په دولت کی داخل پنځم ستون يو بل ډير ښه پيژنی . د نيکه مرغه دملی اونړيوالو ميډياوو ( ډله ايزو رسنيو ) څخه اوس داسی ښکاری چی ګوندی دنړيوالو ټولنو پام خپلو تيروتنو ته اوس را اوښتی او د اصلاح کولو په موخه يی دطالبانو سره د روغی جوړی خبری د ورځی توده موضوع ګرځيدلې ده ( # ) . زما په اند دا کار دهغه څه سره و� �ته والې لری لکه په اتيايمه لسيزه کی چی ډاکتر نجيب الله دګرباچوف دنوی سياست په رڼا کی او دهغه دغوښتنو له م خی دملې روغی جوړی پروګرام رامخته کړ . دا هغه وخت وو چی مجاهدينو زور موندلې وو او نور يی نو يوازی په دولت کی په ګډون سره قناعت نه کاوه . تجربی وښوده چی دجهادی تنظيمی مشرانو دا ډول سرټمبه ګی که څه هم ځينو ډلو يی له دی نه ډيره شخصی ګټه پورته کړه خو په ټوليز ډول نه ددوی په ګټه تمامه شوه اونه هم د وطن او خلګو . لکه زموږ د وطن دری متل چی وايی : دير رسيدن بهتر از نرسيدن . که همدا اوس هم پدی هکله د دوستې په جامو کی که دسبوتاژ کوونکو( پنځم ستون ) مخه ونيوله شی ٫ د روغی جوړی د دښمنانو لاسونه لنډ شی او د زړه له کومې ليڅی راونغښتلې شی ٫ دا اميد شته چی نوموړو بدمرغيو ته به د پای ټکۍ پيداشی ځکه هرشې چی پيل لری بايد پای هم ولری . دبل لوری طلبانو ته هم پکارده پدی خبره باندی ځانونه پوه کړی چی په سوله کی ددواړو خواوو خير پروت دی او د وطن په ورانولو سره دوی هم بدنامه کيږی . دهمدغه حالت نه چی لا ديوی خوا نړيوال اقتصادی بحران ډير ژور شوی ندی او دبلی خوا دنړيوالو پام دافغانستان نه ندی اوښتې ٫ بايد دهيواد په بيارغولو کښی بشپړه ګټه پورته شی . خلګوته په سوکالۍ راوستلو سره د دنيا او اخيرت گټی ترلاسه کيدلای سی چی داپخپله ډير غوره عبادت دی . طالبان بايد دی واقعيت باندی هم ځان خبرکړی چی که هر وخت په افغانستان کی امنيتې حالات مخ پر ښه کيدو شی ٫ هلته دميشتو خارجی قوتونو هيوادوال او پارلمانونه خپل حکومتونه مجبوروی چی له افغانستان نه هرڅه ژر خپل قوتونه راوباسی . ددغسی حالت تر ټولو ښه بيلګه عراق دی چيری چی تراوسه لا امنيتی حالات په بشپړه توګه نورمال شوی هم ندی اويوازی يی په نسبی ډول ډير لږ د ښه کيدو په لور بدلون موندلې دی ٫ اړوند هيو ا دونه يو په بل پسی دهغه هيواد نه دخپلو عسکرو دايستلو پروګرامونه او مهال ويشونه اعلانوی . همداکار په افغانستان کی هم کيدونکی دی . ددی خبری مانا داده چی که طالبانو ته دافغانستان نه دخارجی قوتونو د وتلو خبره مهمه وی ٫ بايد د� �وغی جوړی هرکلۍ وکړی څو امنيت ښه او دنوموړو هيوادونو پارلمانونو ته پر حکومت ددوی دعسکرو د رايستلو په موخه دفشار اچولو بهانه پلاس ورشی . ; &n; bsp; و من الله توفيق ( # ) - پدی اړه د ډنمارکی رسنيو څخه (د يوه طالب وژنه د دوو نورو زيږول دی ) تر سرليک لاندی زما ژباړله شوی ليکنه هم په زړه پوری معلومات لری چی په افغان - جرمن انلاين او نورو افغانی انترنيټی سايټونو کی يی لوستلای شې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجرمنى دفاع وزير افغانستان ته رارسيدلى دى", "output": "د جرمنى دفاع وزير فرانس جوزف يونګ نن افغانستان ته رارسيدلى دى، او ټاکل شوې ده ،دوه ورځې په دغه هېواد کې تم شي . اوس مهال د جرمنى هېواد ٢٢٠٠ سرتيرى افغانستان کې لرى ،چې په شمالى ولايتونو کې ميشت او دايساف او دولايتى بيارغاونې د ډلو مشرى کوي . جوزف به د خپل سفر په ترځ کې له افغان چارواکو او د خپل هېواد له ځواکونو سره وګوري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د زابل د کرهڼي او مالداری ریس وتښول شو", "output": "د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال عليشاه احمدزي بېنوا ته وويل چې تښتول شوى ریس حبيب الرحمن نومېږي . ده وویل چې نوموړى پرون سهار له کابل څخه زابل ته روان و، چې د غزني ښار ترڅنګ د شهباز له بازار څخه وتښتول شو . د طالبانو یو ویاند قاري یوسف بېنوا ویب پاڼي سره د خبرو پر مهال وویل چي نوموړی کس ددوی پلویانو پرون په غزني کي د هغه د موټر سره یو ځای تښتولی دی . طالب ویاند همدا راز ادعا وکړه چي تیر ماښام يې د غزني د اندړو په جوشاه سمه کي د امریکايی ځواکونو یو ټانک هم په ریمورټ کنټرول بم له منځه وړی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې د امریکې پر ضد لاریون وشو", "output": "نن د شنبې په ورځ د خوست په ولایت کې د امریکايي ځواکونو دتیرې شپې د عملیاتو په غبرګون کې سلګونو تنو په لاریون لاس پوري کړ. تیره شپه دخوست ولایت په مرکز کې امریکايي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور کسان وژلي او یو شمیر یې له ځان سره وړي دي. لاریون کونکو وژل شوي او نیول شوي کسان ولسي په ګوتو کړ. هغوي د هغه امریکايي کتار مخه هم بنده کړه چې خپل مرکز ته روان وو او په دغه قافله یې د لرګیو او بوتلو ګزارونه وکړل. دخوست د والي مرستیال طاهر خان صبري وویل چې وژل شوي څلور واړه کسان ولسي وګړي دي او له ترهګرو سره هیڅ راز تړاو نه لري. امریکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه خپل بیان نه دی و� �کړي. د خوست د لاریون مخې ته د امریکايي ځواکونو یو ولاړ کتار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي د صدیق چکري د توقیف امر صادر کړی دی", "output": "میرویس جلالزی ولسمشرۍ کرزي ته نږدې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شوي نن د چهارشنبې په ورځ د بینوا ویب پاڼي ته په کابل کې وویل چې حامد کرزي د اونۍ په سر کې د یو لړ مستندو اسنادو تر ملاحظې وروسته د حج او اوقافو دوزیر محمدصدیق چکري د توقیف امر کړی دی. صدیق چکري د سږ کال د حج د مراسمو په پروسه کې د څه باندې نیم ملیون امریکایې ډالرو په اختلاس تورن شوی دی. صدیق چکري تیر کال تر ټاکنیزو کمپاینونو دمخه د حامد کرزي له خوا د حج او اوقافو د وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړی دې مقام ته له رسیدو دمخه د حامد کرزي له شدیدو انتقاد کونکو څخه شمیرل کیده خو ویل کیږي چې د جمیعت ګوند د مشر برهان الدین رباني په غوښتنه نوموړی د حامد کرزي په کابینه کې د وزیر په توګه وټاکل شو. سرچینې بینوا ویب پاڼي ته وویل چې په هغو دوو کسانو کې چې لس ورځي دمخه د سعودي عربستان په هوايي ډګر کې کابل ته د څلور لکو امریکایې ډالرو د لیږدولو په تور ونیول شول یو یې د ښاغلي چکرې وراره وو. دغو دوو کسانو په سعودي عربستان کې د حاجیانو د ځای پر ځآی کولو له وجهې څخه څلور لکه ډالر اختلاس کړي ول او غوښتل یې چې د آریانا هوايي شرکت په یوه الوتکه کې یې د بسکیټو په کارتنونو کې کابل ته انتقال کړي. د سرچینې پر وینا چې حامد کرزی د دغو دوو کسانو په قضیه او له ښاغلي چکرې سره د هغوي د معاملې په ارتباط هم خبر شوی دی او ډیر سخت په غوصه دی. ویل کیږي چې د صدیق چکري د توقیف مخه یو شمیر قومي مشرانو او د کابینې یو شمیر وزیرانو ډب کړي ده او ښایې د نوې کابینې تر اعلام وروسته صدیق چکري د لومړیو هغو وزیرانو په ډله کې وي چې پرې رسمې د اختلاس تورنه ثابت او عدلې ارګان ته حواله شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخرڅلا توضيح- اکسیل (یولسم مطلب)", "output": "دخرڅلا توضيح- اکسیل (یولسم مطلب) په یوه کمپنۍ کي هر شخص ته دخرڅلاو لپاره توکي ویشل سوي چي باید خرڅ یې کړي. دتوکو شمېره دېرش (۳۰) دانې او قیمت یې ۱۹۹۰۰۰ ډالره دی . پسله څو ورځو هر شخص خپل ټاکل سوي توکي په بازار کي خرڅ کړي. اوس دهر شخص دخرڅلاو شمېر محاسبه کړئ ؟ ددې لپاره چي دهر شخص دخرڅلاو تعداد محاسبه کړو، باید ددې لاندي لارښود پر پله ګام کښېږ دو. ۱:- د B1 حجره انتخاب او د خرڅلاو قیمت پکښي ټایپ کړئ . (۱۹۹۰۰۰) . ۲:- د C1 حجره انتخاب او خرڅلاو لپاره دتوکو شمېر پکښي ټایپ کړئ . ( ۳۰ دانې ) . ۳:- د A او B په ستونونو کي د خرڅوونکو نومونه او دتوکو شمېر چي هر شخص خرڅ کړي دي ، داخل کړئ . ۴:- د C5 څخه نیولې بیا تر C11 حجرې پوري انتخاب او دغه لاندنۍ فورموله پکښي ټایپ کړئ . =B5*$B$1/$B$2 ۵: - په یوه وخت د Ctrl او Enter تڼۍ کښېکاږئ . یادونه : د ټاکل سوي محدودې ټولټال په Status Bar کي لیدلای سئ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تصوري توهم", "output": "نن هــوا راته ښـــــــــکاريږي بحــــرانيد کښې توري تريړۍ راغلې بـــــــارانيتحريکي باد دئ تورتم ټېلې ټمبې ديهـــــم غوری دئ هـــــم غمچني فوقــانيتوره دربه ده، وهمونه دي وحشت دئســــوي کرږي، ځغاستي، لو پريشانيپـــر هغو منطقو تکه توره شپه ســــيچي پــر سر يې وي اوريــــځي ظلمانيپه تيــاره کـي لاره ورکــه سي دخلګــــوتــــوره دربــه کــــــي وي ډاراو حيـرانيکه پــر دې ميدان ځايي تــوره اوريځ وهټـ� �ـوله سيــمه به کـــړي يــو مخ طوفانياو که دا پېــڅولان ســـــره خپاره سولبيا لـــــه � �هره به ابحار کــړي طغيــــــانيطغيـــانونه به د خولې ځګـــان راباسييــو مـــخيځــه ب� �ـه کُره کــــــړي زنـــدانيلوی قصرونه، قدرتونه، به غرقاب سياټمـــــــان به ســـــــــ� �ـــي پـــــــخپله قربانينـــــــا آرامه چي ماهيان وه له انســـــانهنــــــا امنـــــي بــــه يـــې ســــي امــن امانياسلـــحو کـــي به تيـــريږي دابه وايـــــــــيآيـــــــا دغــــــه وي ع� �ـــــــلونه انســــانــــيپر بـې لارو، لارو لار دچـــــــــا ورکېـــږيبېــــــــلاري کـــــ� �ــــي سراسر سرګـــــردانيو پېشرفت ته دريشاء به څه اميد وي؟چـي جابــــــــــره پـــر نړۍ سي پسمـــــاني ١٣٨٦"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زموږ بي ګناه خلك ولي مري؟ (د يوافغان ورورخواله)", "output": "دكندهار په ولايت كي د ډيروخت � �اهيسي په مختلفو پيښو كي دكندهار بي ګناه او غريب خلك خپل ژوند له لاسه وركوي، په دي خاطر چي دا بي ګناه ا وغ� �يب خلك دي هيڅوك يي پوښتنه هم نه كوي، واى مړسو نو موږ څه وكړودامو دچارواكو ويناده ، دافسوس ځاي خو دادى چي دكندهار خلك هره ورځ وژل كيږي خو هيڅوك څه نه وايي او داسي فكركوي چي زما يي په څه ، په سوو بي ګناه انسانان د ائتلاف دځواكونو لخوا په بمباريو كي له منځه ولاړل ، ښځي، كوچنيان ، ځوانان، سپين ږيري خو ما دهيڅ چارواكي څخه وا نه وريده چي ولي ؟دده دكوره څه ځي دى پرخپل مقام او منسب دى او دغه ځواكونه دته پيسي او پروژي وركوي كاريي سم دي نو ددغه خلكو پوښتنه بيادى څه كوي، هو دخلكو سره دمخ سپيني لپاره به يوڅه ووايي خو هغه صرف خپل وخت ضايع كوي. دكندهار په ولايت كي په خاصه توګه له ډيره وخته دغه ستونزه روانه ده ، دناټوځواكونو په ښار كي بي ګناه انسانان مړه كړه كله چي پر دوى بريد وشي دوى د دوست او دښمن فرق نه كوي او وايي چي افغانان ټوله موږ ته يودى كه چا بريد كړى دى او كه نه ، خو تاسي وګورى چي زموږ دكندهار محترم واليصاحب هيڅكله پردوى اعتراض نه دى كړي او ډيرپه جرئت سره وايي چي دوى مجبوره دي څه وكړي، كه پوليس ووژني دى وايي چي زموږ پوليس ملامت و پر ائت� �افي ځواكونو يي بريد كړى دى، ايا دا امكان لري چي په يوپوسته كي دي لس كسه پوليس را ولاړ سي او پرائتلافي ځواكونو دي بريد وكړي، هيڅكله نه،كه وګورو په دغه تيرو دو يا دهغه نه زيات كلوكي چي كله زموږ جلالتمآب رئيس صاحب جمهور ښاغلي اسدالله خالد معرفي كړى دى څومره بهتري په حالت كي راغلي ده، زما ښه ياد دي چي كله كندهار ته خالدصاحب راغلي نو يوملګري يي ماته ويل چي دغه تعميرونه ،دا سړكان دا ميلي دا سړى څه كوي چي امنيت نه وي ، په ميانشين كي طالبان ګرزي او تير والي هيڅ اجرات نه كول اوس په موږ وګورو او زموږ لومړيتوب امنيت دى.ر� �تياهم ښاغلي خالد او دده ملګرو لومړي امنيت سم كړي مخكي ميانشين و او هغه يووخت به پيښه و سوه اوس ترمحله جات ،دوراهي، ډنډچوك ، سرپوزه ، چوڼي، پوري د دولت مخالفين را ورسيده او دښار په دغه نقطوكي پرائتلافي ځواكونو ب� �يدونه كوي او څوك څه نه سي كولاى، په پنجوايي ،ژړي ، ميوند كي دمخالفينو په سوو ځواكونه شته او خپلي قرارګاوي لري او هلته ميشت دي.دكندهار په ښار كي تيرځل يوه مظاهر وسوه او غوښتل يي چي دواليصاحب په كورننوځي خو پو� �يسو مخنيوي وكړ او څه خلك پكښي ژوبل هم سول، جناب رئيس جمهورسم دستي دپيښي دپلټني لپاره ښاغلي جلالي صاحب دكورنيو چارو وزير راوليږي او په كندهار كي د والي نه پرته نورټول رئيسان دځايه لري كړل او پرځاى نوركسان وټاكل سوه ، صرف دوه هغه رئيسان چي واسطه يي درلوده بيرته پرځاى پاته سوه.درئيس صاحب يي كورودان چي دومري ژر يي اجرات وكړه خو اوس د ورځي لس شل بي ګناه كسان مري ، غلاوي تراندازي زياتي كيږي ، اداري فساد خپل حد ته رسيد� �ي دى، خلك هيڅ نور خپل ځان په امن كي نه بولي خو بياهم جناب رئيس صاحب دغسي چوپ پاته دى او هيڅ اجرات نه كوي هغه سړى چي دكندهار په امنيت كي يوڅه زيارايستي او دكندهار خلك ټوله ځني خوښ وه هغه يي تبديل كړى ولي چي دوا� �يصاحب او څه نورو كسانو نه و خوښ. خو هغه څوك چي دكندهار او سيمي وضع يي ټوله دخطرسره مخامخ كړيده هغه ته زموږ رئيس صاحب هيڅ نه وايي ، هغه شخص چي دده د واليتوب په جريان كي په كندهار كي ترټولو زيات مړى ، ټپيان سوي دي هغه ته هيڅوك څه نه وايي نه پوهيږي چي ولي ؟يوشي ته غواړم د ټولو پام راوګرزوم هغه ته چي ګل اغا په لومړي دوره كي امنيت ښه و، كله چي پښتون صاحب راغلي هم په امنيت كي څه خاص تغير نه دى راغلي ، كله چي بيرته ګل اغا راغلي يوڅه امنيت تغير وكړي خو بياهم ډير ښه و، خو كله چي خالدصاحب راغلي او تراوسه دلي دى تاسي وګورى چي څومري خراب حالت زموږ دولايت امنيت رسيدلي دى يعني زما په فكر تردغه نو بالا نه خرابيږي اوس نو چي بل والي راسي هغه يي هم نه سي سمولاى ولي چي دلته اوضاع دومړي ورته خرابه سي بيا سمول ډير وخت نيسي.زما ګرانو كندهاريانو ورونو اوضاع داسي ښكاري چي پخپله نړيوال او دافغانستان دولت نه غواړي چي په دي هيواد او سيمه كي امن راسي كه نو دامن د راوستولو طريقه لاري چاري هرچاته ښه معلومي دي، خوهيڅوك اجرات نه كوي ، زموږ قدرمن دپارلمان وكيلان صاحبان چي اكثرو يي اوس ساختماني شركتونه جوړكړي او دځان لپاره پروژي اخلي هغه به نو زموږ ږ غ څه واوري، زموږ ولايتي شورا چي ولايت په سطحه په مشرتابه كي قرارلري او دخلكو استازي ځان بولي خونه دي هغه هم اكثرو خپل شركتونه جوړ كړي او خپل استازي يي ايله كړي دي چي په هردفتر كي كومه افغاني پيداكيده چي بل مسلم ان يي پورته نه كړي ، كه ځاى دپيسواو دګټي راسي دستي وايي چي زه خو داولس استازي يم خو كه ځاى د داولس دغمخورى � �اسي هغه وخت بياځان چپ ساتي او څه نه وايي.پردغه ټوله حالت دليدل كيدووروسته بياهم آيا دافغانستان رئيس جم هور نه پوهيږي چي ستونزه چيري ده ، او څه كول پكاردى؟ زه خووايم چي هغه هرومرو پوهيږي او دحل لاري چاري هم و� �ته معلومي دي داچي دى ولي اجرات نه كوي دا نودده كاردى خو يوشي ته بايد جناب رئيس صاحب خپل پام راوګرځوي چي ه� �څه چي كيږي تاريخ په ده پسي نويشته كوي او تاوان پرده دې. دمسئوليت څخه يي دى ځان نسي ژغورلاى.نوزما ګرانو كندهاريانو او افغانانو ورونو نور به پرخپل خداى ژاړو چي خداى دي پردي غريب، بيجاره ، معصوم، ستړي، او درپه دره اولس او هيواد باندي و رحميږي الله پاك دي مونورخپل افغانستان راجوړكړي او الله دى په افغانانو كي ديووا� �ي روحيه راژوندى كړي څو خپل وران هيواد په خپلو لاسو جوړ كړو. )آمين) دكندهار ولايت اوسيدونكۍ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ترکیه کی د افغان محصیلینو خیرتیا", "output": "ټولی ڼړی ولیدل چی تیره اونی د مد نیت او انسا نیب د د ښمنا نو له خوا د پښتو ژبی د ستر متصوف او خوږ ژبی شاعرعبدالراحمان بابا زیارت یی په بمونو والوت، دهیواد دننه او بهرکی د ګڼ شمیر افغا نانو له خوا په توند و الفا ظو سره وغند ل شو او د افغا نستان حکومت هم خوا ښینی پری څرګنده کړه. دغه ډ ول بی ویژدانه او بی کلتوره اشخاص به هیڅکله هم د انسانیت له خوا ونه بخښل شی. پدغه ډول کړنو سره به هیڅکله هم د عبدالراحمان بابا نوم د پښتنو د تاریخ او د پښتنو دزړونو څخه لری نشی. په ترکیه کی د افغان محصیلینو له خوا د ستر او صوفی شاعر عبدالرحمان بابا په یا د ادبی غونډه جوړیږی. دعبدالراحمان بابا ټول مینه وال کولای شی چی په لاندی پته او تاریخ زمونږ سره ګډ ون وکړی او یا هم په لاندی تیلیفون شمیرو او ایمیل اد رسو زمونږسره خپل نظریات شریک کړی. تا� �یخ: ۱۴/مارچ/۲۰۰۹ د شنبی ورځ پسله غرمی وخت: د ترکی په وخت د ماپشین د ۲ بجو څخه تر۵ بجو پو� �ی د افغانستان په وخت د ما زیګر د۴:۳۰ بجو څخه تر ۷:۳۰ بجوپوری پته: د تعمیرپه مخامخ د دیانت د واقف د غونډ وتالار انکره/ترکیه AKP د کوجا تپی جامی وڅنکته د د ایمیل اد رسونه: د تیلیفون شمیری: najibullah_noor@hotmail.com sayedhekmatafghan@yahoo.com abdulqadoos_durrani@yahoo.com ۰۰۹۰۵۰۶۳۳۱۳۴۹۸ ۰۰۹۰۵� �۶۶۳۵۳۳۸۳ ۰۰۹۰۵۰۶۳۹۱۶۶۴۴"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٥٥ بر خه ( داوي)", "output": "زموږ پښت پو هان( تو کم پېژندونکي) داوي د غر غښتي پښتنو په ټو لنيز ګروپ پورې اړونده قبېله ګڼي٠ دوی په اصل کې دکا کړو پښتنو يوه پښه ګڼل کيږي چې په کند هار او دسهيلي پښتو نخوا په ژوب ، کوئيټه، چمن او دپشين د سيمې په اجيرم او کر بلا نو مي سېمو کې مېشته دي٠ همداراز دپښتو نخوا دايا لت په ځينو سيمو لکه کتلانګ، دهېرې ليکپاني، با بو زايي، سوال دهير او مردان کې هم استو ګنه لري٠ د تا ريخي رو ايتونو له مخې دداوي پلار داني نو مېده او دداوي قبېله په درېو څا نګو وېشلې شوې ده چې دمړ، همړ او خوندي نو ميږي چې خو ندي دداوي وصلي زوی و٠د خو ندي په اړوند داسې روايتو نه هم شته چې دداني زوی داوي چې دغر غښت لمسی و د يوې سيدې کو نډې سره نکا ح وتړ له چې د خپل زوی سره يو ځای دخجند نه ملتان ته د خپلې خور دلېد لو له پاره په سفر راوتلې وه ٠دغې ښځې د خپل پخواني مېړه نه چې کوم زوی در لود د هغه نوم سيد حسين و، چې نو موړی سيد حسين بيا په وصلي ډول د داوي په قبيله کې شا مل شو٠ ددې له پاره چې دغه ښځه او زوی يې د خجند له سېمې نه را غلي ول نو پښتنو ورته خجند يان ويل چې دوخت په تېرېدو سره دوی د خجند نوم په خپلې ور ځنۍ محاوره کې په خو ندي بدل کړ ، نو ځکه يې خو ندي بولي٠ خوندي تر يوې مودې پورې د داوي دقبېلې او نورو غر غښتيا نو سره په ګټه او تا وان کې شر ېک ول، خو د شمېر د ډېر والي له کبله يوه جلا قبېله ترې جوړه شوه چې اوس يې خو ندي بولي٠ خوندي زياتره د کند هار په شا او خوا سېمو کې استو ګنه لري، خو شمېر يې دو مره ډېر نه دی٠ همداراز تا ريخ حيات افغا ني دداوي دقبيلې په اړوند داسي ليکلي دي : دداوي قبېله په دريو څا نګو ويشلې شوې ده چې دهمړ، دمړ او خو ندي په نا مه يا ديږي٠ دداوي دقبيلې دريم ښاخ چې خوندي نو ميږي دمخزن افغا ني په روايت دداوي له اصلي نسبه نه دي، بلکې هغه په دې ډول ورسره يو ځای شوي دی چې د داني زوی داوي دخپل پلار په ژوندانه کې د اسو نو دسوداګرۍ لپاره په سفر تللی و٠ په دغه سفر کې د داوي سره يوه ښکلې ښځه چې دسيد حسن په نا مه يو زوی ورسره و يو ځای شوه٠ داوي له نوموړې ښځې نه د هغې داصلي ځاي ځايګي او ټا ټو بي په اړوند پو ښتنه وکړه٠ هغې ښځې داوي ته په ځواب کې وويل چې له خجنده راغلې ده او دا هلک دسيد زوی دی٠ هغې همداراز وويل چې په خجند کې کا ختي( قحطي) راغلې وه او زه غواړم چې دخپلې مشرې خور سره ملتان ته لاړه شم٠ داوي هغوی ملتان ته ورسول او نو موړې ښځې په ملتان کې دخپلې خور په سلا او مشوره دداوي سره نکاح وتړ له٠ داوي له نو موړې ښځې نه څلور زامن درلودل او څر نګه چې حسن خجندي ورسره و نو پښتنو په خپلو ور ځنيو خبرو اترو کې خجندي په خوندي بدل کړ چې دی په خوندي سره مشهور شو٠ با يد ز يا ته کړو چې خوندي دبليل، سکندر، موسی او علي په نامه څلور زامن درلودل٠ داوي زياتره دسو داګرۍ په چارو بو خت دي٠ دوی ميلمه پالو نکي او په پښتو او پښتونوالي با ندې خورا ټينګ خلک دي٠ دداوي دقبيلې نه سترعالمان او په پو هې مين شخصيتو نه را وتلي دي٠ په دغو شخصيتو نو کې يو هم ستر مشر وطه غو ښتو نکی، ليکوال او شاعر ارواښاد عبدالهادي داوي دی چې پر يشان تخلص يې هم کاوه٠ نو موړی د ارواښاد عبدالاحد اخو نزاده طبيب کند هاری زوی دی چې ١٢٧٤ش کال کې دکابل په باغ عليمردان کې يې نړۍ ته ستر ګې پر انيستلې دي ٠ نو موړي د حبيبيې په لېسه کې د رشد يې تر درجې پورې زده کړې وکړې او دپښتو او دري ژبو شاعر او ليکوال و٠ په اردو، عربي،تر کي او انګرېزي ژبو هم پو هېده ٠ نو موړی دپريشان په تخلص سره په سراج الاخبار کې ډير ې ټو لنېزي، سياسي او انتبا هي مقا لې او مضا مين وليکل او دمشر وطيت دغو رځنګ دنا متو مشر انو عبد الر حمن لو دين،مو لوی غلام محي الدين افغان او مو لوي عبد الرب نږدې ملګری و ٠ د افغا نستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان او محمود طر زي نو موړی له نږدې پېژانده له همدې کبله و چې نو موړی ته دامان افغان دجرېدې مسئول مديريت هم ور سپارل شوی و٠ نو موړی په ١٩٢٠ ع کال کې داماني دولت لخوا دهند دميسوري په کنفر انس کې هم دافغاني هيئات غړ يتوب درلود٠ ده دسفير،مستشار، مختار وزير، دخلکو داستازي او دمشرا نو دجر ګې درئيس په تو ګه لوړې دندې سر ته رسولي دي٠ ده ١٣ کلونه زندانو نه هم ګاللي دي او په پای کې د١٩٨٢زېږدېز کال کې چې د١٣٦١ لمرېز کال د زمري دميا شتې د ٢٧نېټې سره سمو ن خوري په کابل کې د ٨٨کلو نو په عمر وفات شو٠ د ارواښاد عبدالها دي داوي پښتو اودري اثار دادي : زما رسول پاک،تجارت ما با روسيه،غيا صه، لالي رېخته، نغمات،ګلخانه، رجال وطن او زيست نا مه ٠ ------------------------------------------------------- ددې مقالې په ليکلو کې له لاند نيو ماخذونو او منا بعو نه ګټه اخيستله شوېده : ١- تاريخ حيات افغاني ، دپيښور چاپ، ٢٥٩- ٢٦٠ مخو نه٠ ٢- جنبش مشرو طيت در افغا نستان، دعلا مه عبد الحی حبيبي تاليف،دويم چاپ ،١٢٨-١٣٢ مخونه، کابل،١٣٦٣ ٣-پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد، ١٢٨-١٢٩ مخونه٠ ٤-http://en.wikipedia.org/wiki/Davi_(tribe)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ملي تلويزيون له مشر نه مو دا تمه نه لرله !؟", "output": "وخت په وخت مو له بېلابېلو رسنيو څخه دافغانستان دملي راډيو تلويزيون په خپرونو کي دپښتو ژبي سره د مور او ميرې دسلوک په اړه خبرونه ، راپورونه ، او نيوکي لوستلي او اورېدلي دي . کله چي مو خپله هم دافغانستان دملي راډيو تلويزيون خپروني اورېدلي دي نو څرګنده شوې ده چي ددوی په خپرونو کي د پښتو ژبي سره دنامناسب چلند په اړه د سرټکوونکو نيوکي اواندېښنې پر ځای دي . په دې وروستيو کي مو د افغانستان د راډيو تلويزيون دمشر نجيب روشن په اړه په ټول افغان ويبپاڼه کي هغه ليکنه ولوستله چی المان ته د خپل سفر پر وخت يې د المان ږغ تلويزيون مسولينوته مشوره ورکړې وه چي دفټبال دنړيوالو اتلوليو دلوبو پر وخت دي المان ږغ ټلويزيون د افغانستان له پاره (يوازي په پارسي ژبه ) خپروني وکړي ، موږ دنوموړي داڅرګندوني د بېلتون او نفاق پر لور يوګام بولو . موږ د افغانستان دمشرانو جرګې او ولسي جرګې له درنو غړو او په ځانګړې توګه د افغانستان دمشرانو جرګې او د افغانستان داساسي قانون دلويي جرګې له دروند مشر جلالتماب حضرت صاحب صبغت الله مجددي څخه په ډېر درنښت هيله کوو چي د افغانستان دملي يوالي دساتني او په هالنډ کي دمېشتو افغانانو داندېښنې ليري کولو لپاره له هغو کسانو چي له دولتي واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي او ملي بېلتون ته لاره هواروي ، پوښتنه ګروېږنه وکړي . په درنښت افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ امستردام ۲-۴-۲۰۰۶"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حنیف اتمر: په کابل ښار وروستی برید یو بزدلانه عمل وو", "output": "میرویس جلالزی د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په زړه کې په یو شمیر مهمو ودانیو باندي د طالبانو وروستی برید یو بزدلانه او د بشر له موازینو سره په ټکر کې برید وبلل چې پر وینا یې ډیر زیان پکې ولسي بي ګناه افغانانو ته رسیدلی دی.ښاغلي اتمر دغه څرګندوني د دوشنبې په مازدیګر د ملي دفاع له وزیر او د ملي امنیت له ریس سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال په کابل کې ژورنالیستانو ته وکړي.په ورته وخت کې د ملي دفاع وزیر وویل چې ځواکونه وتوانیدل چې په ډیره چټکۍ برید کونکي له مینځه یوسي او برید کونکي په دې ونه توانیدل چې خپلو موخو ته ورسیږي.نوموړي وویل چې د نړۍ په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې هم د ورته پیښو شاهدان یو خو افغان ځواکونه د نورو هیوادونو د سرتیروپه پرتله ډیر غښتلي اوچټک عمل کوي.د ملي امنیت ریس هم په خپل وار سره د افغان ځواکونو زړورتیا وستایله او هغه افغان سرتیري چې په دغه جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو شهیدان او اتلان یاد کړل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هرات کی سوداګراوکسبګرله ناامنیوشکایت کوی.", "output": "دغه سوداګراوکسبګرچه شمیریی تر۲سوه تنوزیات اټکلیدی شی دافغانستان داوبواوبریښنا وزیرته وویل چه دناامنی له کبله صنعتی ښارګوټی کی ډیری فابریکی وتړل شوی اویاهم ځینی سوداګروخپله سرمایه له افغانستان څخه وښکله «دوی چه مخامخ اسمعیل خان ته خبری کولی په امنیتی ځواکونویی پړه واچوله ګواښ یی وکړدامنیت دنه ټینګښت په صورت کی به نورسو داګرهم خپلی سرمایی له هیواده وباسی» دهرات ښاروال محمدسلیم ترکی هم دسوداګروله ادرسه ازادی راډیوته دپولیسوله کم کاری څخه شکایت وکړ. غونډه کی دځینی اشخاصوله خوادلته دنړیواله ټولنی حضوراوکړه وړه هم نیوکوسره مخ شوه. مګراسمعیل خان خلکوته په خبروکی دنړیواله ټولنی حضورمثبت وګاڼه زیانه یی کړه«افغانستان دبهرنیانوله خوااشغال نه بلکی دلته سوله ساتی ځواکونه دحکومت اونړیواله ټولنی دیوه رسمی تړون په اساس راغلی،خوترکوم ځایه چه دناامنی اوپولیسودضعف خبره شوه، زه تاسونه پوښتم کوم سوداګرخپل زوی دپولیسویاملی اوردوپه لیکوکی شامل کړی؟په ټولیزه ډول پولیس اوملی اوردوکی دهرات دځوانانودګډون فیصدی کمه ده .ترهغه مهاله به ستونزی ولری څوخپله دامنیت لپاره کارونکړی پولسوسره مرسته وکړی ،څوارام ژوندولری»دغونډی ګډونوالووویل ګڼه ملګری یی انسان تښتونکوسره برامته یادپیسودنه ورکړی په صورت کی ووژل شوه خوامنیتی مامورین له خپل لوری دجدی هڅووایی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ميدان وردګوولايت كې دښځوورځ ولمانځل شوه", "output": "ع.و.پښتونځار دروان كال دكب پر ۱۷مه، ميدان وردګوولايت كې دښځوورځ ولمانځل شوه.په لمانځنه كې دميدا نوردګوولايت والي ښاغلي عبدالجبار `نعيمي`، درسمي ادارورئيسانو، دولايتي بيارغونې استازيو او سلګونو مېرمنوچې دميدان وردګوولايت له بيلابېلوسيموڅخه راغلې وې ګډون كړى وو. غونډې ته دميدان وردګولايت والي محترم نعيمي، دښځو چارورياست په سر پرستۍ زلمي مايار،قومي مشرانو،دولايتي شورا ښځينوواونارينوواستازيواو نجونو زده كوونكو خبرې وكړې. ښاغلي نعيمي په افغانستا ن كې دښځو پررنځېدنې اوزورېدنې خبرې وكړې. دښځولپاره ېې دپوهنيزوكورسونوپه برابرولورڼا واچوله. لكه دپخوا په څېر به ددرزيتوب اونورومهارتي كورسونو په جوړولوكې هلې ځلې وكړي. ورپسې نورو ګډونوالو داسلام په سپېځلي دين كې دښځو پر حقوقواوپه افغاني ټولنوكې د ځينوناندريو پر خلاف ويناوې واورولې،قومي مشرانوله ښځووغوښتل چې بايد ښځې د هغو حقوقوغوښتنه وكړي چې اسلام وركړيدي.نه هغه حقوق چې دټولنې اوانساني ژواندانه ته تاوان رسوي!همدرانګه دځينوښوونځيوڅخه راغليونجونوزده كوونكو ترانې واورولې. په پاى كې دنوموړې لمانځنې په وياړ تيارې كړې شوې ډالۍ پرګډونوالوووېشل شوې.اوغونډه پاى ته ورسېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست : په ايتلاف قواو ځانمرګي بريد شوی .", "output": "دخوست ولايت دوالي وياندخيبر پښتون بينوا ويب پاڼې ته وويل :چې دغه بريد دجمعې په ورځ په يولسو بجو او پنځه څلويښتو دقيقو دخوست ښار د يعقوبيو ولسوالۍ ترمينځ دغځيدلي لارې پرسر دخونې خوړه په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو په م وټر يز کاروان هغه مهال ترسره شو چې يو ه تن ځانمرګي بريد کوونکي خپل صرف موټر له چاوديدونکو توکو ډک کړی و دايتلافي ځواکونو دموټريز کاروان سره ټکر کړ چې په پايله په خپله بريد کوونکی اوم وټر له مينځه ولاړ او ايتلاف قواوته په پکې هيڅ ډول ځاني او مالي زيان ونه رسيده خيبرپښتون زياته کړه چې دبريد کوونکی دپيژندنې په اړه څيړنې روانې دي خو تردې مهاله يې دهويت په اړه بشپړه معلومات نه دي ترلاسه شوي .له بله پلوه يادی شوی بريد په خوست کې دجنوب زون لپاره دايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر تائيد کړ ی اوويلي دي چې په دغه بريد کې يوازې بريد کوونکي له مينځه تللی او ددوی قواو ته هيڅ زيان دی اوښتی ديادولو ده چې دخوښت ښار په شمال ختيزه برخه کې په داسې دايتلافي ځواکونو په موټريزکاروان ځان وژونکي بريدکيږي چې څو ورځې وړاندې دځاځي ميدان په ولسوالۍ کې دسرحدي پوليسو او ملي امنيت چارواکو لخوا يوتن ځانمرګی بريد کوونکی دچاوديدونکو توکو دډک واسکټ سره يوځا ی نيول شوی و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دISAF دوه سرتيري مړه او څلور ژوبل شول", "output": "په افغانستان کې دناټوماموران وائې دائتلاف څ� �ورعسکر دبم په هغه چاودنه کې زخميان شويدي چې هدف ئې دافغانستان په ختيځ کې د بهرنيانو نظامي کتارو. دناټوپه مشری دبين المللی امنیت دمرستی قوا وائې، دشنبی په ورځ دغه بريد په جلال آباد کې شوی دی . افغان مامورانو وويل دا یو ځانمرگی برید ؤ او دننگرهار والی گل آغا شيرزي وويل لږترلږه يوخارجې عسکر په دغه حمله کې وژل شوی دی.خو د ايساف ځواکونو وياند چارلس برانکو وويل چی زمونږ دوه سرتيري په دې بريد کې وژل شوي او څلور سخت ژوبل دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لپه", "output": "لپه کي دزړه دي پاڼې پاڼې سره ټوله کړه زمابادوړې مینې نه دې بېرته م ینه جوړه کړه پاس دي درقیب پرکوڅه پالې پالې راوستهبېرته دي پاولیوغوندې بیاډکه له شوره کړه ستادحسن توره چي له برمه راپرېوتې وه زمازړه دي پرې غوڅ کړاوس دي بېرته ادم خوره کړه تاچي شونډوخوم نه یوه تنکۍ لپه راډکه کړهخلې سره نیژدې ګلې توبې راته نسکوره کړه دومره جمالیارتاتراغېزې لاندې راوستم زمادخیال بلبله دې شاعره غزل بوله کړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فراهي : دبغلان چاوْدنه څرګنده تروريستي پيښه ده", "output": "پيښور ( بينوا) په پيښور كښې افغان قونصل حاجي عبدالخالق فراهي وئيلي دي چې دبغلان چاوْدنه يوه څرګنده تروريستي پيښه وه چې دانسانيت او اسلاميت ضدعمل ګڼل كيږي داخبرې افغان قونصل حاجي عبدالخالق فراهي دبغلان دچاوْدنې دشهيدانو دعمومي فاتحې څخه وروسته دبينوا ويب پاڼې خبريال سره په مركه كښې وكړې او زياته يې كړه چې دا ډول پيښې چې دنړۍ په هر ګوټ كښې كيږي دغندنې وړ دى دورته پيښو دمخنيوي لپاره لازم دي چې ټول افغانان په ګډه يو موټى شي او پرخلاف ئې جدى مبارزه وكړي نوموړي زياته كړه چې افغان دولت ددې پوره توان لري چې دتروريستي پيښو دمخنيوي لپاره اقدامات وكړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داخترکليوالي سندره", "output": "ماته د اختر په نوم ميوه راوړهلاړ شه کوژده وکړه پتاسه � �اوړه***لاړ شه کوژده وکړه ارزاني شولوبياد ښکلوا نجنو فريماني شولوډلې ډلې ګرځي ګودروباندې بيا ولي ګيله دی د ځواني شولو***بيرته چې راتلی يوه کيسه راوړهماته د اختر په نوم ميوه راوړه***نوره مينه م کوه نا ښاد به شئعمر به عبس تيرشي برباد به شئ پام چې دمجنون په لاره لاړ نه شئپام چې د منصور دکيسي ياد نه شئ***زړه ورکړه اوډک دمينې زړه راوړهلاړ شه کوژده وکړه پتاسه راوړه***لاړه شه کليوالۍ پښتنې ګورهسور شالو کې ښکلې ښاپيرۍ ګوره ورشه زيارتونو باندې وګرځهبيا د اخترونو خوږ ميلې ګوره***شين شال کې راتاو ه پښتنه راوړهماته د اختر په نوم ميوه راوړه***پام چې په خالي لاسونه را نه شئبيا د چاد م ينې په هوا نه شئمينه چې کوي هغه سرونه ويزړه کې مينه ساته چې رسوا نه شئ***زړه دی ورته ورکړه يوه زړه � �اوړهماته د اختر په نوم ميوه راوړه***مکوه نور سوال د چا عکسونو تهنشته خوږ ريبار ستا ټول سوالونو تهدا د لباسي ژبۍ ياران دي ټولنه درومې په لار ستا اميدونو ته ***ما حفيظ ته سوله په تحفه � �اوړه لاړ شه کوژده وکړه پتاسه راوړهاختر راغلی دیچا غلی غلی ويلو چې اختر راغلې دیسوغات دګل ګيډۍ س� �ه خبرراغلی دیماشوم زړه ليونې دګلولښته په خنداکېنارې دخوښي وکړې چې دلبر راغلې دیتازه ګلونه ږدمه په اوربل کې د ګلابوخيالونه دزړه ښکارته په هنر راغلې دیياغي ليونی شوې دی دمينې ميخانه کېارمان يې ديدنونو ته د دلبر راغلې دیتازه ګلونه غواړمه راوړه د ګلو باغ نهنن بيا مې سره ګلابوته نظر راغلې دیګلونه د انارته دوکی له باغه راوړهما هم درته دمينې خوږ خبرراوړی دیلاسونه مې سره کړي دي هم سترګوکې رانجهاشنا تا چې سوغات نن داختر راوړی دیشيرنه دحفيظ په افسانو کې به را ياد شئنن بياچې دفرهادتوره په سرراغلی دیډالۍ دسولې غواړمه که ماته راکوئاخترکې هم دسولې خوږ خبر راغلې دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې ١٣٥ تنه افغان بنديان خوشي شول", "output": "فرزان/كندهار د کندهار ولايت امنيتي چارواکيو ۱۳۵ تنه هغه افغانان چې د تلي پر٢١ مه په سپين بولدک کې ورته د پاکستاني امنيتي ځواکونو له خوا سپارل شوي وو، پرون خوشې کړل. دغه افغانان څ ه موده مخکې د پاکستان د ب� �وچستان او سند ايالتونو له بېلا بېلو سيمو څخه د قانوني اسنادو د نه لرلو او له طالبانو سره د تړاو په تور نيو� � شوي وو او د تلې په ۲۱مه ماځيګر ناوخته په سپين بو� �دک کې د كندهار چا� �واكو ته وسپارل شول . د کندهار ولايت امنيه قوماندان عصمت ال� �ه عليزي بېنوا ويبپاڼي ته وويل ياد � �وي افغانان د غريبۍ او مزدورۍ لپاره پاکستان ته تللي وو. هغه زياته کړه چې د دوى له پلټنو وروسته ثابته شوه چې دغه خلک بېګناه دي او پاکستاني ځواکونو له طا� �بانو سره د تړاو او د قانوني سندونو د نه لرلو په تور نيولي وو . د عليزي په وينا دغه افغانان د هلمند، اروزګان، کابل، کندهار، لوګر، ننګرهار او زابل ولايتونو اوسېدونکي دي . د لوګر ولايت يو تن اوسېدونکي نورالله � �ه خوشې کېدو وروسته بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې د درملني لپاره کويټي ښارته تللي وو، چې په کويټه کې د پوليسو لخوا ونيول شو. هغه زياته کړه چي پاكستاني پوليسو نه يوازې زموږ پيسې واخيستې، بلکې وهل او ټکول يې هم راکړل. په وروستيو څو مياشتو کې دا څووم ځل دى چې پاکستاني ځواکونه افغانان له طالبانو سره د تړاو او قانوني سندونو د نه لرلو په تو� � نيسي او افغان چارواکو ته يې سپاري او دو� � يې بيا بېرته"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هند:يو مار د خپل خاوند په ژبه ژوند کوي", "output": "يو مار چې د هند په شمالي ښار اله اباد کې د يو مارگير په کور کې ژوند کوي په دې ورستيو کې د خپل خاوند د ژبی په چيچلو روږدی شوی دی . د دې مار خاوند واېې چې ، مار ېې ژبه د ورځي له 20 تر 25 ځلو پوري چيچي او ورته هيڅ ځيان نه رسيږي .دا مار گير سومون نوميږي او واېې چې د مار له زهرو سره روږدی شوی او دی هم چې د ورځي ېې ژبه له 10 تر 15 ځلو پوري و نه چيچل شي داسی احساس کوي چې ډوډۍ ېې نده خوړلي . هندی مارپالونکی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر کرزی دکوسوو دولسمشر پر مړینه خفه شوی.", "output": "دولسمشر کرزي دمطبوعاتي دفتر له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزی دکوسوو دهیواد دولسمشر ابراهیم روگوفو پر مړینه خفه شوی او دتسلیت مراتب یې ددغه هیواد خلکو ته وړاندې کړي. ابراهیم روگوفو دشنبه په ورځ دورپیښې شوې ناروغۍ له امله وفات شوی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دا نړۍ داسې ده", "output": "يو ځلې راشه زما څنګ ته راشهپه ښکلي غږ دې يوه سندره زمزمه کړه � �اتهچې لږ دمه شم او سندرې څخه خوند واخلمهها پخوانۍ سندرهچې ولې نه راځې جانانهيو ځل بيا ووايهخو زه پوهېږم ګلېهر ځای چی ومه ستا غږ اورمه زهاو ستا پر پاکو احساساتو اوپر پاکو هيلوښه خبر يمخو دغه ژوند داسې دیاو دا نړۍ داسې دهنړۍ له ستونزو ډكههر څوك آه آه وباسياو تاچې ګورمه زه ته هم له دې ډلې يېاو زه پوهېږم ګلېچی ته بل څه نه وايېبله سندره دې په خوله نه راځيسترګې په لاره دې ګنډلې وياو وايې تل داچی ولې نه راځې جانانهستا انتظار مې زلفې سپينې کړې مينه1385\\\\9\\\\3د ترينكوټ ښار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افسوس", "output": "دا افسوس دید خپګان کنده ده چې غالبوزې لکه غلې زموږ بڼ ته ننوزي او شاپرکې بېروی یا خو یوه دوه چیچي چې لوېږي تر ګلپاڼو لاندې بیا یې باد زموږ د یاد له څڼډې په یوه ښووو ... وړي خو زما له یاده یې نشي ما یې خپلې کتابچې کې انځور کاږلئ او رنګوم یې مدام"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سيا سي واکدارانو ته وايم", "output": "سيا سي واکدارانو ته وايم ناصر کمال په دې وطن کې خلقيان ،پرچميان،کمونستان،شمله وراوزړ ورانسانان،مجا هدين،طا لبان او اوس جمهوريت غوښتونکي ګېډې ګېډې خا رجيان اوراغلي دوه طا بېعته داخليان اوسېږي. خا رجيان به پرېږد و او دا نور ټول چې په دې وطن کېو چې خپلو خپلو ميندو زېږولي ،هر يو په خپل وخت او په خپل دور کې با دشا هي تېره کړې او مونږتاسۍ ټولو ته ده دوى ټولو ښا غلو واکمني او حکومتي چارې معلومې دي،چى څنګه راغله،چا راوسته،څه يې وکړه او څنګه بېرته لاړل. اوس دا وايي چه مونږ وطن سره مينه لرو او دا وطن زمونږه ځان دې. ټولو په خپل وخت کې غټې غټې قر با نيانې ورکړې،کور يې ودان ،د افغانستان اود دې مظلوم،ژړېدلي،کړېدلي،مات او گوډ،وږي،بې کوره،معيوب،شهيد،معصوم او بې ګناه مسلمان ملت ترې مننه کوو. اوس مهال ټول ګوندونه د خپل نفوس په اندازه په پارلمان او حکومتي چوکيو کې ځاى پر ځاى دي او په خپلو ګټورو وظيفو بوخت او خپلې نه معلوميدونکى دندى پر مخ بوځي،او د ملت لپاره نا م علوم تکليفونه ګالي. له بله خوا په دې غريب او خوار و زار افغانستان کې،نه خو برقونه شته نه سرکونه،نه خواړه شته نه غوړي،نه خو قيمتي غرونه پا تې شول نه خو ونى ځنګلونه،نه خو سرپناوې پټې � �وې اونه خوراکي ضرورتونه پوره شول،نه خو مو سرونه بچ شول او نه کورونه،نه خو مو غزتونه خوندي شول او نه مذهب. ټول دعوه کوي چې مونږ دې وطن سره مينه لرو قرباني ورکوو،دا څنګه او عجيبه مينه او قرباني ده،چي د هيچا سيال پاتې نه شوو.ورځ ترورځ خرابيږو،بد حاله کېږو،سپکېږو،خلک اسمان خواته ځي مونږ ځمکې تل خواته روان يو. څه � �و زمونږ د زرونو کالو تاريخ ،غيرت ،د پلار نيکه شمله ؟ بې اتفاقي ځان ځاني په مونږ کومې کانې اونه کړې - چاچا را باندي لوبې وکړې . په کوم کوم نوم موغيرتونه تر پښو لاندې شول .کله به مونږ پوهېږو ؟ او کله چې مونږ پوه شو زمونږ حال به څه وي . او کوم ځاې کي به مونږ واقع وو؟ ايا زمونږ توان او طاقت به څو مره وي . هغه د چاخبره ً نه د دې دنيا شو او نه د هغې .ً پريږدې ، خداي (ج ) قران او پيغمبر ته اوګورې چې سم شي ! په اتفاق ،يو موټې يو اواز شې اسلاميت ،خپل عزت د بچو عزت ته وګورې . ستاسي د خپلو بچو او لمسو به څه حال وي . عبرت واخلۍ ټوقې نه دي ګورۍ ! خوار او زار ، درديدلي ، کړيدلي وطن او ملت ته نظر � �ې ، تاريخ کې به مخ تورن ياست سم سياست وکړې ، دغه اوسنې سېاسي رو يه خو نه په اسلام کې شته ،نه په تمدنه ټولنه کې ،نه په هندووانو سکانو کې ، نه په چينايا نو جاپانيانو کي او نه په روسانو امريکايانو کې، اوګورې هغه نړې ته چې مونږ او تاسې ورته احتياج يو د افغانستان استوګن او دا و طن فقط نورو وطنونو سره سيالي د ژوند او لني ضرورتونو حل غواړي داهرڅه چې مونږ وينو ،ګورو او کتلي او ريدلي مودي ايا اشرف المخلوقات به داسې وکړي او بل اشرف المخلوق ته به د ځواب وړ وي، د وطن خاوري ته به د ځواب وړ وي . ګوره يو څوک شته چې حساب کتاب ورسره دې ، تله ئي په لاس ده ، هميشه درته سترګې په لار دې چې کله به ر اځي ؟ يوه ورځ د حساب راتلونکې ده ، خپل خپل حسابونه موپاک وساتې خلک درته سترګې په لار د ي ، خپل عمل او د خا لق مينه به وګورې . چاچي په دي وطن کي خاپوړي کړۍ هغه ټول د افغانستان دې . هر مليت ته سلام ، د دوي په غمونو او مصيبتونو کې خفه يو او د دوي په خوشحالې کې خوشحاله يو !مونږ به کامياب يو که نه وي نو ........................................؟ خپلې خبرې به د شاعر په دې شعر ختمې کړم . د چاد بغاوت سرترپاميره رسيدلى د چاټيت شوى سر د ملا تر تيره رسېدلۍ سره د بغاوت جانانه ارتې تنړې ګرځې تعجب ندې په دومره رقيبانو کې ژوندون"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ذبيح الله احساس", "output": "ذبيح الله احساس له نن څخه شپږويشت کاله وړاندې د بغلان ولايت په مشهوره سيمه کېله ګي کې د ډاکتر شېرمحمد کره زوکړ.احساس چې نړۍ ته سترګې وغړولې د بېچاره کليوالو کډې د يرغلګرو روسانو له لاسه بار وې، روسانو ټيک په هماغه ځمکه هډه جوړه کړه کومه چې د احساس دخاپوړو مېنه وه احساس دوى پېښور ته کډوال شول، لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې د جلاله اوجلوزو کمپونو په ښوونځيو کې بشپړې کړې. د فرهنګي اشنايانوپه ملتيا يې په جلوزو كمپ كې د ميوند ادبي ټولنه جوړه کړه اوهمدا يې د فرهنګي فعاليتونو پيل و. د احساس کورنی نوم بهرام دی خو له كوره بهر او په فرهنګي كړيو كې يې ټول په ذبيح الله احساس پېژني.هغه یو هڅانده ځوان دي او د افغانستان په شمال کې يې تر ډيره ادبي ناستي او بنډارونوورباندي روښانه وي . احساس په افغانستان کي د نوي تحولاتو سره سم خپل کلي ته راستون شو، اوس مهال دبلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځۍ په پنځم ټولګۍ کې لوړې زده کړې کوي . په شمال کې داحساس پلونه نوې لارې جوړوي، مسلک اوهنر يې سره بېل دي خو دى پكې خوشاله دى. په مزار� �ريف ښار کې روضې ته څېرمه داحساس کوټه د جرګومرکو، ادبي بانډارونواوفرهنګي غونډو حجره ده. داحساس دخونې دړه د� �يکوالو، فرهنګيانو اوشاعرانو په مخ پرانستې وي. داحساس هڅې خورې دي، په بغلان کې پسرلى درې مياشتنۍ خپروي او ورسره يې د پلخمري مېشتو ځوانانو په ملتيا د چونغر ادبي بهير بنسټ كېښود. په مزارشريف کې د شمال د لومړى پښتو خپ� �ونې ((پرخې)) چلوونكى دی، دبلخ پوهنتون محصلينوپه ملتيا يې دوزيرمحمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير روان کړی، ددرېوو کتابونو ليکوال دی او دم ګړۍ له مزارشريف څخه د پژواک آژانس سره د خبريال په توګه کارکوي. هغه د سپین ژورنالیزم پلوي دي او تل ئې په زغرده د هر ټاړاک په وړاندي دولس ږغ په ډيره مړانه راپورته کړی دی . احساس لن� �ې کيسې ليکي، ژباړې اوڅېړنې کوي اوچې له نوروچارووزګار وي نوشاعرهم دی او هغه هم د ترنم شاعر."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پکتيا اوپکتيکا کې وسله وال بريدونه شوي", "output": "د پکتيا د امنيت امرمل پاسوال غلام دستيګررستميار وايي تېره شپه وسله والو طالبانو د ګرديز ښار اړوند د ابراهيم خيلو په سيمه کې په يوه امنيتي پوسته بريد کړى.نوموړي زياته کړه چې په دغه بريد کې دولتي لوري ته کوم زيان نه دى اوښتى خو له نښو نيښانو داسې څر ګنديږي چې د افغان ځواکونو په ځوابيه ډزو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.وسله والو طالبانو د دغه خبر پخلى کړى چې په ياده شوې سيمه کې يې په يوه امنيتي پوسته بريد کړى.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او يو رنجرموټر يې له منځه وړل شوى دى.خو دولتي چارواکي د طالبانو دغه خبر ردوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سريلانكا په پلازمينه كولمبو كې چاودنه وشوه", "output": "له نوموړي هيواد څخه د را� �سيدلو رپوټو په بنسټ په دي چاودنه كې په لسګونو تنه مړه شوي او ژوبل شوي دي. پوليس وايي د چاودني هدف په ظاهر توګه د پوځ هغه كاروان وو چې له چاودني مخي له سيمي تير شوي وو. د يادوني وړ ده چې د افغانستان د بيلابيلو ورزشي لوبډلو څه باندي ۱۵ تنه لوبغاړي دم ګړي په همدې ښار كې چې چاودنه شوې د سياليو لپاره تياری نيسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غوث زلمی د عبدالرحمان چل ته مه پریږدئ", "output": "افغان پارلمان نن بیا د 'قران پاک' په نامۀ د يوو ترجمه شوي کتاب د ترجمان او ناشر د توقیف غوښتنه وکړه.مشرانو او ولسی جرگی له تولو ارگانونو غوښتنه وکړه چې د کتاب په خپرونکي غوث زلمی باندی دې له افغانستان نه د وتلو ټولې لارې چاری بندې سي . استازو له قضایی ارگان څخه غوښتنه وکړه چې دا ځل دا کسان بی له محاکمي خوشي نشي . دینی عالمان وایې چې هيڅوک د عربي ژبې له متن پرته قران په نورو ژبو نه شي ژباړلى. د دواړو جرگو غړي په دې خبره کلک ولاړ وو چې د دغه سپکاوي تر شا د نورو کورنيو او بهرنيو دښمنانو لاس دى او له عدلي او قضايي ادارو يې غوښتنه کوله چې ژر تر ژره دې د کتاب خپروونکى، غوث زلمى، د قانون منگولو ته حواله کړی. د کابل ولايت د خلکو استازى عبدالرب رسول سياف وويل: '' د دغه سړي په اړه دې څ ارنوالۍ او قضا ته وليکل شي چې ونيول شي او له افغانستان نه وتلاى نه شي. هغه دا هم وویل چی غوث زلمی په خپل دی کار سره یوازی مسلمانانو ته نه بلکه د اسلام دین ته هم سپکاوی کړی او ترینه باید د خدای دحق پوښتنه وشي. د مشرانو جرگې ريس صبغت الله مجددي چې له پخوا لا له لوی څارنوال سره چندان سم ندی ، له سناتورانو و غوښتل چې د لوی څارانوال عبدا� �جبار ثابت د وفادار نطاق غوث زلمی په اړه پلټنی وکړی او د برخلیک په اړه یې په � �اتلونکې غونډه کې به پرې پريکړه کيږي. د ولسی جرگې غړي برهان الدین ربانی هم دا کار په کله لهجه محکوم کړ. په دی غونده کی قاضی القضات عبدالسلام عظیمی هم د غوث زلمی کړنه د اسلام له نظره ناجایزه وبلله او خب� �یالانو ته یې د هغه د سزا په اړه وویل چې د داسی کسانو سزا د اسلام په دین کې روښانه شوی ده . دغه کتاب چې په ١٠٦ مخونو کې ژباړل شوى تر دې مهاله يې ٦٠٠٠ ټوکه په وړيا توگه پر خلکو ويشل شوى دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندزکې ديوې کورنۍ ټول ٧ تنه غړي وژل شوي دي", "output": "کندز کې امنيتي چارواکو منلې چې د شخصي دښم نيو له مخې ددغه ولايت د ارچى ولسوالۍ د صوفي زمان کلي کې د جمعى په شپه د يوې کورنۍ ټول ٧ تنه غړي د ناپيږاندو کسانو له خوا په ډله ايزه توګه وژل شوي دي . د کندز د پوليسو مشر سيد احمد سامع له بينوا سره د پيښي پخلۍ وکړ او وايي دوه تنه شکمن کسان يې نيولي دي . په وژل شوو کسانو کې يو ٥ کلن ماشوم جنت ګل او د نوموړى کورنۍ ميرمنې هم � �ته ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار له 17 ولسواليو په 10 هغو کې کوکنار صفر کړای شوي دي", "output": "د کندهار ولایت د مخدره موادو پر وړاندي د مبارزې د اداری ريس واېې چې په دې ولایت کې له ټولو 17 ولسواليو څخه تر اوسه په لسو هغو کې د کوکنارو کښت صفر کړای شوی دی .د دې اداری ريس گل محمد شکران وويل چې، وچالکي، د خوراکي توکو کمښت او د حکومت له خوا د مخدره توکو د زيانونو په اړه د پوهاوي کمپاینونه د دې لامل شول چې کروندگر کوکنار نه بلکه د غنمو، جوارو او نورو حلالو غلو دانو کښت ته مخه کړي .نوموړي وویل چې دوی پلان لري څه نا څه لس ملیونه امریکايي ډالره له هغو کروندگرو سره مرسته کړي چې کوکنار ېې نه دي کرلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبهرنیوځواکونودانخلا احتمالی منصوبه بندی اوپه سیمه یی اغیزی", "output": "له څه مودی راهیسی د اوباما اداره په یوه نوی ستراتیژی کار کوی تر څو د بهرنیو ځواکونو دویستلو لپاره یوهموزونه لاره پیدا کړی په دغه ستراتیژی فکر او غور کولو سره نه یوا ځی افغانانو بلکه د منطقی نورو خلکو سره هم نوی امیدونه پیدا شوی دوی خوښی محسوسوی اوددغه کا رعملی تطبیق په خپل ژوند کی یو بنسټیز بدلون محسوسوی ځکه که چیرته د خارجی قواو د وتلو لپاره یو مهال ویش اعلا ن شی نو د غه کاربه د طالبانو حزب اسلامی او یو لړنورو مخالفینو سره د خبرو او مذاکراتو باعث شی او هغه بی ثباتی به ختمه شی چه ددغه مخالفتونو په اساس په هیواد کی منځ ته راغلی چه د هیواد د ترقی لپاره یی یو مثبت اقدام ارزووم . دا جوته ده چه د حزب اسلامی طالبانو او نورو مخالفینو سره د خبرو اترو مذاکراتو او د هغوی غوښتنو نظر کی نیولو پرته په هیواد کی د سولی او ثبات راتگ د امکان نه یوه لیری خبره ده دا چه له یوی خوا د خارجی قواو د وتلو لپاره خبری کیږی ولی یوه زیاته اندازه افغانان دغه ویره محسوسوی چه هیواد څخه د خارجی قواو وتل به ددی باعث شی تر څو هیواد یو ځل بیا د تودو داخلی جنگونو ډگر وگرزی د قدرت د لاس ته راوړلو لپاره به خپل منځی مخالفتونه شروع او وده به ومومی یو حزب به د بل حزب په مقابل کی په وسله وال جنگ لاس پوری کړی چه په نتیجه کی به یو ځل بیا دغه افغان او معصوم ملت ووژل شی هیواد به لا پسی وران ویجاړ او په کنډوالو بدل شی اقتصادی پرمختگ به لکه د پخوا په څیر په ټپه ودریږی او ځنی گاونډیو هیوادونو ته به یو ځل ددی موقع په لاس ورشی ترڅو په پراخه اندازه هیواد کی لاس وهنه وکړی افغان ملت یو باغیرته او با همته ملت دی دا هیڅکله هم نه شی زغملی چه هیواد یی د بل چا له خوا اشغال او د خپلو موخو او اهدافو لپاره یی استعمال کړی دا ملت استقلال غواړی دوی غواړی په هیواد که یی ازادی شتون ولری پریښودل شی ترڅو خپل سرنوشت په خپله وټاکی ولی په دی هم راضی نه دی چه طالبان او یا هم په تیرو خپلمنځی جنگونو کی ښکیلی ډلی دی یو ځل بیا د هیواد په واکمنی مسلط او د قدرت واگی په خپل لاس کی واخلی ځکه دغه ملت ددوی هغه ټولی نادودی په خپلو سترگو ولیدی چه ددوی د واکمنی په دوران کی شوی دی رشوت اختلاس, د اقتصادی پرمختگ څخه لیری پاتی کیدل, په خلکو د شوو لمونځو بیا بیا تکرارول, د کوتک په زور خلکو باندی د ږیرو پریښودل ,او له نړی سره د هر نوعه اړیکو پری کول ددوی د نادودو څو نمونی دی دا هر څه ددی باعث شو چه( د طالبانو نورو سیاسی حزبونو) او د افغان ملت په مینځ کی فاصله اختیار کړی او د عوامو نفرت ددوی په مقابل کی وزیږوی ځینی افغانان خو بیا په دی باور هم دی چه طالبان , ددوی دولت او خپل منځی جنگونه ددی باعث شو تر څو خارجی قواوی افغانستان ته راشی مونږ بی واکه او خپل ځانونه واکداره کړی چه ددی ملت لپاره له یوی ستری بدبختی پرته بل هیڅ نه دی . ددی خبری یادونه هم ضروری گڼم هغه دا چه ددولت او خارجی قواو په مقابل کی هغه دوه ستر قوتونه د (حکمتیار حزب اسلامی او طالبان )چه دولت او خارجی قواوی یی له سخت مقاومت سره مخ کړی دی په خپلو منځونو کی تر زیاتی اندازی مخالفتونه لری طالبانو ته د یوی نژدی سرچینی له قوله دغه مخالفتونه دوی ترمینځ دقدرت په سر وجود لری که وگورو د حزب اسلامی حکمتیار او طالبانو نظر یو دی دواړه ډلی په هیواد که د اسلامی شریعت په نفاذ تاکید کوی همدارنگه د خارجی قواو په مقابل کی یی پالیسی یوه ده ددوی دعاجل ویستو او یا هم دویستلو لپاره یی د یوه مهال ویش د ټاکلو غوښتنه کوی ددوی په وینا چه ددوی ددغه غوښتنو د منلو په صورت کی به دی ته امادگی ښکاره کړی چه ددولت سره د مذاکراتو په میز کښینی ولی بیا هم دغه دوه قوتونه یو له بله سره مخالفتونه لری چه د یو تعداد خلکو د تشویش سبب گرزیدلی د طالبانو د واکمنی د وخت د یو لوړپوری چارواکی په وینا چه ملا محمد عمر مجاهد کله هم په قدرت کی شریک نه منی د هغه په وینا یوه ورځ هغه لیک چه د مولوی محمد نبی محمدی له خوا ملا صیب ته راوړل شو پرته له دی چه یی ولولی څیری یی کړو په داسی حال کی چه ملا صیب د مرحوم مولوی صیب محمدی سرگروپ پاتی شوی و خو د قدرت نشی دومره گنگس کړی و چه یی د خپل رهبر د لیک لوستل هم نه غوښتل د ده په وینا ملا صیب کله هم دی ته اماده نه دی چه جهادی رهبران او یا هم نوری ډلی په قدرت کی ومنی. د ملا صیب دغه تنگ نظری زما په هاند د مسایلو حل نه بلکه اور ته لا لمن وهل دی .که ملا صیب یی او که حکمتیار او که نور مخالفین راشی دا وطن په شریکه جوړکړو په خدای قسم چه پردی هیڅکله هم دا وطن نه جوړوی هغوی خو صرف خپل مفادات ترلاسه کول غواړی ځان غوښتنه, د قدرت په سر دغه خپلمنځی مخالفتونه, او ددی سره سره د ژبنی تعصب موجودیت به هیڅکله هم افغانستان دی ته پری نه ږدی ترڅو مستقل واوسی یا هم پایداره صلحه په کی وجود ولری بلکه د ددنیا به وروسته پاتی هیواد وی, بهرنی مداخلی به په کی وجود ولری, یو لړشخصیتونه به له لاسه ورکړو, د سیالی جوگه به پاتی نه شو دا ملت به مو لکه د پخوا په شان په پردیو ملکونو کی د منت ډکو شپو ورځو تیرولو ته مجبور شی او په سرکونو او جادو کی به خیراتونه ټولوی زما د لیکنی هدف دا نه دی چه د طالبانو او یا هم د کوم بل سیاسی گوند د تیرو کړو په یاداوری سره ددی ملت او یا هم دلوستونکو ذهنیت متغیر کړم او یا هم خدای مه کا ددوی سره کوم شخصی مخالفتونه و لرم. زه پخپله طالب یم طالب یم په دی معنی نه چه د چا سره د چا په مقابل کی د جنگ په محاذ کی او یا هم سنگر کی ولاړیم او یا د کوم سیاسی گوند پوری تړاو لرم بلکه زه طالب یم په دی معنی چه د علم طالب یم د قران عظیم الشان طالب یم په دی ملک کی د سولی د راوستو طالب یم په دی ملک کی دشرعی احکامو د نفاذ ارزو لرم غواړم مسلمان امت او هیوادول می سوکاله او ارام جوند ولری وینه تویول بندشی هره خوا ارامه ارامی وی خلک خپل سر ناموس اوخپل مال محفوظ وگڼی او هیواد مو د پرمختگ په لور وخوزی تاسو په دی وپوهیږی چه خارجی قواو لاره ورکه کړی ده نړیواله ټولنه په اندیښنه کی ډوبه ده همدا علت دی چه دجرمنی فرانسی او انگلستان دولتونه د یو بل نړیوال کنفرانس د رابللو غوښتنه کوی او ددی نه داسی بریښی چه یی لاره ورکه کړی ده او د ځان د پاره د تیښتی د اوړو پزه جوړول غواړی دا ملت ستاسو پرته بل بدیل نه لری ددی ملت سترگی تاسو ته دی خو په دی شرط چه زړی تجربی بیا تکرار نه کړی او یو ځل بیا دا مظلوم ولس په هغه تیرو بدبختیو اخته نه کړی دا مظلوم ولس له تاسو سره هیڅ نوعه مخالفت نه لری ستاسوکړنو دوی له تاسو متنفر کړل کله یی هم دغه هیواد په دی پیرزو نه دی چه پردی دی پری مسلط وی ددی پرځای چه دوی دی زمونږ په هیواد مسلط وی دا ملت دی ته ترجیح ورکوی چه تاسو راشی خپل منځی مخالفتونو ته د پای ټکی کیږدی په خپلو شوو اشتباهاتو اعتراف او د زړه په صدق او ایمانداری سره ددغه ملت خدمت ته ملا وتړی د قدرت جنون د خپل ذهن نه وباسی او همیشه لپاره یی دفن کړی طالب صیب که ته نن د قدرت لپاره حکمتیار وژنی او هفه د قدرت لپاره تا او یا بل وژنی نو تاسو ومنی چه دا ستاسو ستر اشتباهات دی لکه څنگه چه تاسو ددی ملت څخه یی دغه شان حکمتیار هم ددی وطن بچی دی دلته یی جهاد کړی دی قربانی یی ورکړی ده سختی او تکلیفونه یی تیر کړی دی تر دی چه نن یی هم سنگر نیولی دی زه د حکمتیار شخصیت تاییدووم هغه یو علمی او جهادی شخصیت دی د عمر زیاته برخه یی په تالیفاتو کی تیره کړی ده همیشه یی په هیواد کی د اسلامی شریعت د نفاذ غوښتنه کړی ده او د اسلامی شریعت د نفاذ پرته یی په بل هیڅ څه رضایت نه دی ښودلی د خپلمنځی جنگونو په وخت کی جنگ په هغه تحمیل شوی و او هغه مجبور و تر څو له ځانه دفاع وکړی د یو افغان په صفت زما له تاسو ټولو سیاسی گوندونو دا خواهش دی چه په خپلو کی سره متفق شی د قدرت په سر د جنگ نه لاس واخلی , په دی ملت نور زړه وسیزی, ددی دربه دری نه یی نور خلاص کړی دوی په تاسو حق لری په پردیو ملکونو کی خواره واره افغانان راټول او خپل هیواد ته یی راولید خدای لپاره د پردیو د پشتبانی نه نورلاس په سر شی ستاسو هر یو حزب کی داخل هغه کسان چه ستاسو دبدنامی سبب گرځیدلی او اوس هم ستاسو د بد نامی هڅی کوی له خپل خوا نه یی لیری کړی مه پریږدی چه ستاسو د لا بدنامی سبب وگرځی ستاسو او دملت په مینځ کی یو ځل بیا د واټن او فاصلی باعث شی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو ته مرگ ژوبله واوښته", "output": "ميرويس جلالزی ( کابل ) ايتلافي قواوو له افغان سرتېرو سره په ګډو عملياتو کې د ١١ تنو شکمنو جنګياليو د نيولو خبر ورکړ . دا خبر په بگرام کې د امريکايي سرتيرو له خوا تايد سو. ويل شوي چې نن سهار وختي افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې دکندهار ښار لوېديځه سيمه کې نهه تنه شکمن جنګيالي ونيول . دامريکاپه مشرۍ ايتلافي ځواکونو په هلمند کې هم دګڼ شمېر طالبانو د وژلو ادعا کوي. دايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په بيانيه کی ويل شوي ، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يې ١٢ تنه طالبان وژلي دي . ئ ( د تلاشی عمليات)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هرات كې یوې ښځې ځان سوځونه کړې", "output": "دکورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر بینوا ته وویل چې دهرات په مرکز کې دعذرا په نوم یوې ښځې دکورني لانجو له امله ځان سوځونه کړې. دا لمړی ځل نه دﺉ چي له هرات څخه دداډول پېښو خبر ورکول کيږي، تر دې پخوا هم يوشمېر ځانونه سوځولي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د انګورو اډه کې درنده جګړه شوې ده", "output": "د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د انګورو اډه کې ددولت او مخاف جنګياليو ترمينځ نن شپه سخته جګړه شوې ده . د پکتيکا والى اکرم خپلواک بينوا سره په خبرو کې ددغې جګړې پخلۍ کړى ا ووايي چې ددوى ځواکونو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى او دشمن له سيمى څخه د پولې هغې خوا تښتيدلى دى . ده وويل د بريد په ترڅ کې له دښمن څخه ډيره وسله پاتې ده او اټکل کيږى چې بريد کوونکو ته ډير زيان رسيدلى دى . جګړې څلور ساعته دوام کړى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ننګرهار کې د کبانو روزني د پام وړه وده کړي", "output": "ننګرهار کې د کبانو روزني د پام وړه وده کړي د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته د کبانو روزني د پام وړ وده کړي ده. دغه فرهنګ وروسته تر هغه په یو شمیر ولایتونو کې رایج شو چې یو شمیر نړیوالو مرستندیو ټولني افغانان د کبانو روزني ته ور وبلل او د فارم دارۍ یو شمیر وسایل یې هم ورته په واک کې ورکړل.د کبانو د روزونکو پر وینا په یوه جریب ځمکه کې د جوړ شوي حوض څ خه هره میاشت شاوخوا ۲۰۰۰ کیلوګرامه کبان تر لاسه کیدای شي.د ننګرهار د کرهني او اوبو لګولو ریس ښاغلي محم د حسین صافي پر وینا چې پتیل شوي ډير ژر په ننګرهار ولایت کې د کبانو یو بی ساری فارم جوړ او ترینه به هره میاشت په سلګونو زره کیلوګرامه کبان تر لاسه شي.دمګړۍ په کابل، کندز، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، تخار، جوزجان، ننګرهار، کنړ او یو شمیر نورو ولایتونو کې د کبانو د روزني په لسګونو فارمونه جوړ کړای شوي دي. دمګړۍ د یو کیلوګرام خامو کبانو بیه له ۸۰ افغانیو څخه نیولي بیا تر ۱۱۰ افغانیو پوري ده په داسي حال کې چې په کابل کې د یو کیلو پخو کبانو بیه حتی ۲۲۰ افغانیو ته هم رسیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اتریش: افغان کډوال د تخار له پښتنو سره مرسته کوي", "output": "ميرويس جلالزی په اتریش هیواد کې د میشتو افغانانو یوې ټولني ویلي چې دوي غواړي دتخار په ولایت کې له میشتو پښتنو سره مرسته وکړي.د دغې ټولنې یوه مشر ډاکټرفضل الرحمان بینوا ویب پاڼي ته وویل چې دوي غواړي د تخار ولایت له هغو پښتنو سره مرسته وکړي چې تیر کال هیواد ته را ستانه شوي او د څه مودې لپاره د جنګ سالارانو له خوا کلابند کړای شوي ول.نوموړي وویل چې دوي به ډیر ژره د دغې مرستې رسولو ته لاس په کار شي.د تخار په ولایت کې کلا بند شوي یو شمیر افغاني کورنۍ وایې چې دوي عاجلو مرستو ته اړتیا لري اونه کومي دولتي او نه هم کومي نړیوالي ادارې تر اوسه له دوي سره مرستي کړي دي.دغه کډوال دمګړۍ په ډیر بد حالت کې ژوند کوي او د عاجلو مرستو په تمه دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل اوښکه ته يې مينه ته يې کيف د مـــــــــوسېدو ته يې ناڅاپه شېــــب� �ــه د ســــــــره ګـــــــلاب د غوړېدو ته يې ډک د مينې جام ته يې په سرو ســــترګو سلام ته يې شرنګ په مدهوشۍ کې د تش جـام د ماتېدو ته يې ته مې لېونۍ خندا يې ته مــــــــې لېــــــــونـــــــــۍ ژړا اخ جانانه زېـــــــــــــــری د دعا د قبلېدو تــــــــه يــــــــې توره ته يې غشی تـــــــــه لــــ� �ـقـمان او جاليونس دی زخم د ځيګر ته يې مرهم د رغـــــېــــــــدو تــــــــــه يې تږی زه يم لپه و اسمان ته د غـــــــوښــــتـــنـــــــــې زه راشه په برېښنا کې تـــــــــــرنــــــــــــم د ورېدو ته يې دلته چې راغلي سوي لوي تښتېــــــــــدلــــــي دي دې لېوني زړه کې حوصيله د اوسېدو ته يـــــــــې دغلته يو ستوری دی او هاغلته بل ستوری دی منځ ته يې راځه د فاصلو د ورکېدو ته يـــــــــــــ� �ې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دامریکا دولسمشر راتګ ته کلک امنیتي تدابیرنیول شوي", "output": "میرویس جلالزی : د امریکا د ولسمشر بوش د رارسیدو نه مخکي په افغانستان کښي کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي که څه هم د سپیني ماڼۍ چارواکو د نومووي د سفر دقیقه نیټه نده ښولې خو ویل شوي چه ولسمشر جورج ډبلیو بوش به د رواني میلادي میاشتی په ورستۍ ورځ پاکستان او هندوستان او له هغه نه به وروسته افغانستان ته سفر وکړي . بوش ویلي چه که څه هم طالبان په افغانستان کښي نسکور شوي خو بیا یې هم د بریدو ویره محسوسه ده . دا د طالبان د واکمنۍ نه وروسته د امریکې دولسمشر لمړی سفر دی چه افغانستان ته صورت مومي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له طلوع څه د سندرغاړې شکيرا کنسرت وغندل شو", "output": "داطلاعاتو او کلتور وزارت دبه� �نۍ سندرغاړې شکيرا کنسرت، چې له طلوع خصوصی ټلوېزيون څخه خپور سو، داساسي او د رسنيو د قانون پر خلاف وباله .په هغه چاپی بیان ، چې ددې وزارت دويندوى د دفتر له خواه بینوا ته رسیدلی دا خبر ورکړ سوی . د بیان په حواله دغه وزارت ته ديو شمېر خلکو له خوا د رسېدليو شکايتونو پر بنسټ دغه کنسرت د اساسي قانون او د رسنيو د قانون د حکمونو پر خلاف بلل شوى دى . په دی کانسرت کې نوموړی سندرغاړې په نیمه بربنډ ډول نندا� �چیانو ته سندري وایی . د رسنيو د سرغړونو او د شکايتونو د څېړنې کمېسيون په خپلې قطعه نامه کې د طلوع ټ� �ويزيون ته سپارښتنه وکړه چې په راتلونکي کې له دغه شان سرغړونو څخه ډډه وکړي ، چې ترعدلي تعقيب لاندې را نه شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان ولسمشر ته د چين دو لسمشر بلنه", "output": "د چين ولسمشر ( هوجين تاو) افغان ولسمشر حامدکرزي ته د شانګهاى د همکارى سازمان د مشرانو په ناسته کې د گډون بلنه ورکړې ده .ددغه سازمان ناسته دروان کال دغب� �ګولى په ٢٥ نيټه دچين په شنګهاى ښار کې جوړيږي . ده هيله څرګنده کړې چې د کرزي ګډون به په سيمه کې دنيشه يى توکو په وړاندې له مبارزې سره مرسته وکړي .د شانګهاى ټولنه په ٢٠٠١ زيږديز کال کې جوړه، چې روسيه ، چين ، ازبکستان، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان يې اصلى غړى ، ايران ، منګوليا. هند او پاکستان يې ناظر غړى دي . کرزي ته دب� �نې خبره پرون د چين ولسمشر ياده کړې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان پر سفارت د پولیسو د۱۰۰ کسیزې ډلې پهره", "output": "د پاکستان د سفارت ډیپلوماټانو وېره ښودلې،چې ځینو کسانویې پر سفارت د برید ګواښونه کړیدي. دغه ډیپلوماټان وایي د افغانستان د بهرنیو او کورنیو چارو له وزارتونو یې د امنیتي تدابیرو غوښتنه کړېده. نن د پاکستان سفارت د ودانۍ په شاوخوا کې نږدې ۱۰۰ تنه افغان پولیس په پهره ولاړ و، چې د شونیو بریدونو او لاریونونو مخنیوی وکړي. د سفارت پر دېوالونو د سفارت ځانګړي وسله وال هم برېښېدل. سفارت ته دغه وېره پر صبغت الله مجددي تر برید وروسته پیدا شوېده. د پاکستان سفارت په ۲۰۰۴ ز کال کې د ځینو لاریون کوونکو له خوا په ډبرو وویشتل شو او وروسته یې اور ور کړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوشالي د اسلام له نظره (د عبدالنافع ثناژباړه )", "output": "له islamtoday.com څخه ژباړن : عبدالنافع ثنا په اسلام كي د خوشالۍ مفهوم :خوشالي داسي يو احساس دى چي په زړه كي ځاى لري. دا احساس د دماغي هوسائۍ، آرامتيا، د ښېګڼي د احساس او همداراز د طبعي له آرامۍ څخه عبارت دى. دغه عناصر له جسماني او معنوي پلوه د يوه مناسب چلند د غوره كولو په پايله كي په لاس راځي چي ټينګ ايمان ئې د الهام ښه سرچينه ده. پر دې ټكي د قرآن او سنت له لوري هم ټينګار سوى دى. الله ج وائي:((هر هغه څوك چي ښه كړني كوي، په داسي حال كي چي ايمان ولري،كه نر وي او كه ښځه، موږ به ئې يو ښه ژوند ورپه برخه كړو.))((او بيا هر څوك چي زما پر احكامو عمل كوي، نه به له لاري اوړي او نه به هم په خواريو كښېوځي. خو هر هغه څوك چي زما له وينا څخه سر غړوي، د خواريو ژوند به ورپه برخه وي.))د الله ج رسول ص ويلي دي: (( ريښتينى بډايتوب د ډيري شتمنۍ په لرلو نه ترلاسه كيږي بلكه ريښتينى بډايتوب د روح بډايوالى دى.)) خوشالي تر مادياتو پوري نه ده محدوده:د اسلام له نظره خوشالي په مادي ښېرازۍ پوري نه ده تړلې، البته مادي لاملونه كيداى سي د خوشالۍ ځيني عناصر واوسي. مادي اړخ ئې يوه وسيله ده، نه اصلي ماهيت. په دې ډول نو د خوشالۍ د لاسته راوړني په موخه پاملرنه پر غير مادي او زياتو معنوي پديدو باندي متمركزه ده. الله ج وائي: ((او څاروي، هغوى ئې ستاسو لپاره پيدا كړي دي، په دوى كي ګرمي جامې او بې شمېره ګټي پرتې دي، او له دوى څخه تاسو خوراك كوئ په هغوى كي ستاسو لپاره ښايست سته، هغه وخت چي تاسو ئې ماښام كورته ستنوئ او سهار ئې د څروني لپاره بيا ياست.)) ((ووايه (اې محمده ص):- چا د الله ج وركړل سوي ګيڼې منع كړي دي كوم چي هغه و خپلو بندګانو ته وركړي دي، او د ژوندانه ښه توكي؟ ووايه: دا ددې نړۍ په ژوند كي د هغو لپاره دي چي ايمان ئې راوړى، او په ځانګړي ډول د هغوى لپاره د قيامت په ورځ.)) ((د الله ج رسول ص وويل: د هغو توكو له جملې څخه چي د آدم زامنو ته خوښي راوړي، يو دينداره مېرمن، يو ښه كور او يو هم د سپرلي يوه ښه وسېله ده.)) اسلام د بشر لپاره تلپاته خوښي ډاډمنوي:اسلام د ژوندانه د يوې بشپړي تګلاري درلودونكى دى او ددې نړۍ او همداراز د راتلونكي نړۍ لپاره د بشر د چمتو كولو په موخه اصول او تګلاري ښيي. اسلام په دې او همداراز راتلونكې نړۍ كي د بشر ښېرازي ډاډمنوي. اسلام د بشر تر ټولو ستري اړتياوي لكه ژوند، منطق، شتمني، دودونه او ايمان خوندي كوي.له اسلامي نظره خوشالي پر دوو كچو رامنځ ته كيږي. ۱. دنيوي خوشالي:اسلامي قانون د بشر د دې نړۍ په ژوندانه كي چي د هغه لومړى ژوند دى، د هغه د خوشالۍ د ډاډمنولو په خاطر يو شمېر اصول او تګلاري وضع كړي دي.په عين حال كي اسلام ټينګار كوي چي ددې نړۍ ژوند د آخرت د خوشاليو د لاسته راوړلو د يوې وسيلې پرته بل هيڅ نه دى كوم چي موږ ټول ئې بايد د لاسته راوړلو لپاره هڅه وكړو. الله ج وائي:((هر هغه څوك چي ښه كړني كوي، په داسي حال كي چي ايمان ولري، كه نر وي او كه ښځه، موږ به هغه ته يو غوره ژوند وركړو.))((تلاښ وكړه په هغه څه چي الله ج تا ته دركړي دي، د آخرت د توښې او په دې نړۍ كي خپله ونډه مه هېروه.)) ((لږ دي ددې نړۍ خوشالۍ په پرتله د آخرت)) ۲. تلپاته خوشالي: دا ريښتينې او تل پاته كېدونكې خوشالي ده. دا خوشالي د بشر په دنيوي ژوند كي د هغه پر ښو كړنو پوري اړه لري. الله ج وائي:((هغه خلك چي پرښتې ئې روح اخلي په داسي حال كي چي دوى پر ايمان وي، دوى ته به پرښتې ووائي: پر تاسو دي سلامتي وي، ولاړ سئ جنت ته د هغه څه په خاطر چي تاسو به په نړۍ كي كول)) ((د هغو خلكو لپاره چي په دې نړۍ كي ښه كوي، ښېګڼي سته او د آخرت هستوګنځى به ئې بهتره وي او تر ټولو ښه هستوګنځى به په يقين سره د مؤمنانو وي)) د دې نړۍ ژوند يو دنيوي جنت نه دى:اسلام پر مځكه باندي د بشر هستوګنه په څرګندو ټكو كښي بيان كړې ده. هغه ئې هلته د استازي (خليفه) په توګه ټاكلى دى چيري چي به هغه د مځكي د ودانولو او آبادولو لپاره زيار باسي، ښيرازي راوړي او په دې نړۍ كي د بشر د سترو ښېګڼو لپاره كار كوي. د دې لوړو موخو په وړاندي ننګوني پرتې دي او پر هغوى د برياليتوب لپاره له بشر څخه د زيات زيار ايستلو او لويو بوجونو زغملو ته اړتيا سته. ژوند تل داسي ساده او آسانه نه دى لكه څنګه چي موږ ئې د كېدلو هيله لرو. برعكس، دا د آسانوالي څخه د سختوالي پر لور درومي، كټ مټ لكه يو سړى چي له روغتيا څخه د ناروغتيا او يا له نېستمنوالي څخه شتمنوالي ته درومي او په دې ترتيب نوري بيلګي. انسان بايد د ژوندانه په اوږدو كښي په پرله پسې ډول له دې آزمايښتونو سره ډغري ووهي. په دې ډول به نو هغه عالي ځانګړني درك كړي چي دغه ازمايښتونو ئې له ده څخه غواړي، لكه زغم، هوډمنتيا، ټينګ عزم، جرئت، پر الله توكل، كسب او ښه اخلاق. دغه ځانګړني د سوكالۍ، رواني آرامۍ او خوشالۍ ستري سرچينې دي. الله ج وائي:((په يقين سره چي موږ به تاسو و آزمايو په يو څه د ويري، لوږي او د مال په تاوان، او ستاسو د خواريو په مېوو خو زيرى وركړئ هغو (خلكو) ته چي صبر ئې وكړ. هغه (خلك) چي كله غم ورباندي راسي وائي ( موږ د الله ج لپاره يو او همغه ته به ورستنېږو، دا هغه (خلك) دي كوم چي به له خپل څښتن څخه نعمتونه او رحم ترلاسه او دا همغه خلك دي چي هدايت ورته كړل سوى دى.))د الله ج رسول ص وائي: ((د مؤمن چاري څومره د هيښتيا وړ دي. د هغه ټولي چاري ښې راخېژي. كله چي ښېرازي ورباندي راسي، د الله ج شكر باسي او دا د ده په ګټه ده او كه بد رازي ورباندي راسي، دى صبر كوي او دا د ده په ګټه ده.)) د خوشالۍ د لاسته راوړلو لاري :۱. ايمان او ښې كړني: ايمان له ډېرو لارو خوشالي راوري ا. هغه سړى چي يوازي پر الله ج باور لري، بېله دې چي له هغه سره كوم شريك ونيسي، په داسي يو ايمان چي هغه سپېڅلى وي او له هر راز نيمګړتياوو څخه تش وي، دا كس به يو آرام زړه، هوسا روح او له هر راز خواشينيو او اندېښنو څخه خالي ژوند ولري هغه به په هر هغه څه چي الله ج وركړي وي، قناعت كوي، په ژوند كي به د ټولو ښېګڼو په خاطر شكر باسي او پر هره بدګڼه به صبر كوي. پر الله ج باندي د يوه مؤمن ځان سپارنه هغه ته د اسي يوه رواني هوسائي وركوي كوم چي هغه ورته د خپل كسب او خوارۍ لپاره اړتيا لري. دا ددې په خاطر چي هغه دا احساسوي چي ژوند ئې يوه مانا او ټاكلى هدف لري او بايد چي د هغه د لاسته راوړلو لپاره زيار وباسي. الله ج وائي: ((هغه(خلك) چي ايمان لري او خپل ايمان له بد لاريو سره نه ګډوي، د هغوى لپاره سلامتي ده او دوى پر سمه لار برابر كړل سوي دي.)) ب. ايمان سړي ته يو سرمشق(ايډيال) په لاس وركوي چي دى ئې بايد د لاسته راوړلو لپاره زيار وباسي. هغه د ژوند لپاره يو لوى مفهوم ترلاسه كوي كوم چي دى هڅوي څو د پرې پوهېدلو لپاره ئې كار وكړي او زيار وباسي. دغه عنصر انسان له يوه ځان غوښتونكي او تنګ ژوندانه څخه ژغوري. پر ځاى باندي ئې انسان خپل ژوند د نورو خلكو د ښېګڼي لپاره تېروي كوم چي دده په ټولنه كي اوسي. هغه څوك چي يوازي د ځان لپاره ژوند كوي، عمر ئې ورته لنډ او اهداف ئې ورته ستونزمن ښكاره كيږي. او بر عكس، كله چي هغه د خپل هغه (ايډيال) په خاطر چي ده ته انګېزه وركوي، ژوند كول پيل كړي نو عمر به ئې ورته اوږد او ښكلى ښكاره سي چي د انسانيت په رڼا باندي به روڼ وي او له مځكي څخه دده تر تګ وروسته به هم پاته وي. دا چاره د انسان د ژوندانه د شېبو، ساعتونو او ورځو په اړه د هغه سنجوني ته ځواكمنتيا بخښي. ج. ايمان نه يوازي دا چي د خوشالۍ د لاسته راوړلو يوه وسېله ده بلكه د هغو توكو د له منځه وسېله هم ده چي له خوشالۍ څخه مخنيوى كوي. دا ددې په خاطر چي مؤمن پوهېږي چي دى به د خپل ژوندانه په اوږدو كښي آزمويل كيږي او دا چاري د ده د ايمان د ثابتولو وسايل جوړوي. دا توكي له انسان سره مرسته كوي څو د عالي ځانګړنو لكه د صبر او زغم، پر الله ج باور، د هغه څخه د مرستي غوښتني او يوازي له هغه څخه د بېرېدني له لاري خپل معنوي ځواك ته وده وركړي. دا ځانګړني د ژوند له اهدافو څخه د خبرېدلو او په آزمايښتونو كي د بريالي كېدلو تر ټولو اغېزمن وسايل دي. الله ج وائي: ((كه تاسو په خوارۍ كي ياست، نو هغوى هم همداسي په خوارۍ كي دي لكه چي تاسي ياست خو تاسو له الله ج څخه د هغه څه تمه لرئ كوم چي دوى ئې نه لري.)) ۲. لوړ اخلاقي معيارونه (كوم چي انسان ته له نورو سره د ښه كولو انګېزه وركوي.)بشر يو ټولنيز موجود دى كوم چي د خپل ډول له موجوداتو سره راسه درسي ته اړتيا لري.دا شونې نه ده چي انسان دي د ژوند په هر برخه كي له نورو سره بې تړاوه پاته سي. له نورو سره د راسه درسي پرې كول امكان نه لري او خلك په جسماني او رواني ځانګړنو كي زيات توپير سره لري. ځكه نو دا امكان نه لري چي د خلكو تر منځ دي د ناخوښۍ داسي څه نه سي پېښ كوم چي د دوى په منځ كي خوابدي او خواشينۍ رامنځ ته كوي. كه يو څوك له دې شيانو سره په يوه ښه ډول تېر او بېر ونكړاى سي، نو له نورو خلكو سره دده راسه درسه به، كوم چي په هيڅ ډول ئې څوك نه سي پرېښوولاى، د ده د ژوندانه لپاره د ستونزو او خواشينيو يوه سرچينه وګرځي. له دې امله اسلام پر اخلاقيت او د اخلاقي ځانګړنو پر دودولو ټينګار كوي. الله ج د پېغمبر ص د صفت كولو په ترڅ كي وائي:((او په يقين سره ته(اې محمده ص) د عاليترينه اخلاقو لرونكى ئې.))((او د الله ج په مرسته، تا له هغوى سره په نرمۍ چلند وكړ او كه ته زښت او ټينګ زړى واى، دوى به ستا له شاوخوا څخه تيت سوي واى، نو د دوى له تېروتنو صرف نظر وكړه او له الله ج څخه ددوى بخښه وغواړه او له دوى سره په چارو كي مشوره وكړه.)) الله ج وائي:((مرسته وكړئ له يو بل سره په ښېګڼه او تقوا كي او مرسته مه كوئ له يو بل سره په ګناه او سرغړونه كښي)) ((ښې چاري او بدي چار سره يو شانته نه دي، ځواب وركړئ د بدو په هغه سره چي ښه دي، نو بيا په يقين سره هغه(كس) چي ستا او د هغه په منځ كي دښمني وه، داسي به سي لكه ستا يو نژدې انډيوال)) د الله ج پېغمبر ص وويل: ((زه يوازي د اخلاقي معيار د بشپړولو لپاره رالېږل سوى يم.))د الله ج پېغمبر ص وويل: ((د بل مؤمن په وړاندي د يوه مؤمن زړه سوى او عاطفه داسي دي لكه د يوه جسم په څېر، كه ئې هر غړى په كړاؤ كي سي، نو ټول بدن ورسره په كړاؤ كي كيږي. )) ۳. ډېر ډېر د الله ج يادول او په پرله پسې ډول د هغه له شتونه څخه ځان ځيرولله يوه بل كس څخه د يوه چا خوښي په هغه ارزښت پوري اړه لري، چي لومړى ئې و دوهم ته وركوي. الله ج د زړه لپاره تر ټولو ستره آرامي او هغه څوك دى چي يادول ئې روح ته خوشالي راوړي. په داسي حال كي چي د ګټمن څيز د لاسته راوړلو او له زيانمن څخه د ځان ژغورلو په هڅه كي اوسي، د الله ج ياد د مؤمن لپاره خوښي او آرامي راوړي. له دې امله اسلامي قانون يو شمېر ځانګړي يادګيرني وضع كړي دي كوم چي د يوه غوره شي د غوښتلو او نا غوره شي څخه د بيري پر مهال يو مسلمان بيرته له خپل څښتن سره نژدې كوي، كه څه هم په هر ډول حالاتو، هر ډول ځاى او يا په هر وخت كي وي. دغه يادګيرني د مؤمن وجدان له خپل پيدا كوونكي سره تړي چي په دې ډول نو دى د خپل چاپېريال د عواملو او اغېزو تر پولو بهر نور څه ويني. بالآخره هغوى پر ده باندي دومره اغيز نسي كولاى چي دده روح ته دي زيان ورسوي. مؤمن دنيوي چارو ته د هغوى تر پولو آخوا كوم ارزښت نه وركوي ځكه دى پوهېږي چي دا چاري او عوامل په خپله كوم ځواك نه لري بلكه هر څه د الله ج له لوري پېښېږي. الله ج وائي: ((په يقين سره د الله ج په يادولو سره زړونه سكون تر لاسه كوي.)) پېغمبر ص مسلمان ته امر كړى دى چي له ښځي سره د واده پر مهال داسي ووائي: ((اې الله، زه له تا څخه په دې ښځه كي ښېګڼه غواړم او ښېګڼه په هغه څه كي غواړم چي تا ئې دې ته د كولو ميلان وركړى، او زه پناه غواړم په تا سره له شره په دې ښځي كي او له شره د هغه څه چي دا ئې د كولو ميلان لري.)) كله چي هوا په تندۍ سره چليږي، مسمان بايد داسي ووائي: ((اې الله، زه له تا څخه په دې كي خير غواړم، هغه خير چي په دې كي سته، او هغه خير چي له دې سره رالېږل سوى دى، او زه په تا باندي پناه غواړم د دې له شره څخه، له هغه شره څخه چي په دې كښي دى او له هغه شره څخه چي له دې سره رالېږل سوى دى.)) د الله ج پېغمبر ص په ډاګه كړه چي كله چي غواړو يوه چاره سرته ورسوو، نو د الله ج د مرستي په غوښتلو بايد د هغې د سرته رسولو لپاره وړ ګامونه پورته كړو او كه ئې پايلي سمي و نه خېژي، نو ماتم ونكړو. هغه ص وويل: ((هڅه وكړئ د هغه څه لپاره چي تاسو ته ګټه رسوي او د الله ج مرسته وغواړئ او داسي چلند مه كوئ لكه چي تاسو وړتيا نه لري. او مه واياست: كه مي محض دا او يا هغه كار كړى واى، نو دا به داسي او يا هاسي واى، بلكه وواياست: الله وكړه هغه څه چي غوښتل ئې او هر هغه څه چي هغه ئې غواړي، كوي ئې.كه داسي و نه كړئ، نو د شيطان په وړاندي لار پرانيزئ.)) ۴. د خپلي روغتيا ساتنهدا د صحت ټول اړخونه په بر كي نيسي لكه جسماني، احساساتي، رواني او روحاني جسماني روغتيا:بشر په طبيعي ډول هڅه كوي چي خپله جسماني روغتيا وساتي او دا ددې لپاره چي د ژوند لپاره ئې تلوسه ډېره ده. دا همداراز د ده د دنيوي توكو لكه د خواړو، څښاك، جامو او نقليه وسيلو د لاسته راوړلو وسېله ده. ا سلام د بشر د ژوندانه او د هغه د جسماني روغتيا په اړه جدى دى او وژنه او همداراز هغه څه چي د انسان روغتيا ته زيان رسوي، منع كړي ئې دي. الله ج وائي:(( سړى مه وژنئ، د چا ژوند چي الله ج سپېڅلى ګرځولى دى، خو د قصاص په صورت كي))د الله ج پېغمبر ص وائي: ((بايد نه زيان رسوونكي او نه هم د زيان رسېدني لامل واوسئ.)) احساساتي روغتيا:ډېر خلك د خپلي احساساتي روغتيا او د هغې د ساتني له لارو چارو څخه بې پروا دي په داسي حال كي چي دا عنصر د خوشالۍ يوه بنسټيزه ستن ده. له دې امله نو اسلام هڅه كوي چي د عالي ځانګړنو په مرسته د انسان معنويت ته ځواك وبخښي. په دې ځاى مهمه خبره د يوه متوازن، موافق او مناسب احساساتي جوړښت رامنځ ته كول دي. د يوه سم احساساتي بنسټ د جوړولو لپاره تر ټولو لومړى توكى ايمان دى. له دې وروسته ئې نو نور عناصر راځي لكه لوړ اخلاق درلودل او د ناوړه ځانګړنو څخه ځان ساتل لكه خوابدتيا، غرور، تكبر، بخل، دنيوي حرص، بغض ، حسد او دوكه چي په احساساتو كي نا آرامي راولي. الله ج وائي: ((سترګي مه نيسئ و هغو شيانو ته چي موږ ددوى يو شمېر خلكو ته د خوند اخيستني لپاره وركړي دي، ددې نړۍ د ژوندانه مزې، د كومو له لاري چي ئې موږ ازمويو خو ستاسو د څښتن وركړه بهتره او اوږد مهالې ده)) ((اې ايمان لرونكو، تاسو يو په بل ملنډي مه وهئ، كيداى سي وروستي تر لومړيو غوره وي، او نه دي يوه ډله ښځي په بلي ډلي ښځي ملنډي وهي،كېداى سي وروستي تر لومړيو غوره وي. يو بل په بدو مه يادوئ او مه هم يو بل په حقيرو نومونو بولئ. څومره بده ده سرغړونه پس له ايمان راوړلو. او هر څوك چي پښېماني ونكړي، په يقين سره سر غړوونكي دي. اې ايمان لرونكو، ډېر شك مه كوئ. بېشكه ځيني شكونه ګناه ده.او د يو بل چغلي او غيبت مه كوئ.ايا له تاسو څخه څوك غواړي چي د خپل مړ ورور غوښي وخوري؟ تاسو به ئې بد وګڼئ.او له الله ج څخه وبېرېږئ. په يقين سره، الله زيات بخښونكى ، ډېر مهربان دى.)) د الله ج پېغمبر ص وويل. ((كه تاسو درې تنه ياست، دوه تنه پټي خبري مه سره كوئ په داسي حال كي چي دريم مو راګډ كړى نه وي تر هغه چي تاسو له نورو كسانو سر يو ځاى كيږئ ځكه كېداى تاسو د هغه احساسات ژوبل كړئ.)) رواني روغتيا:عاقل دماغ په اسلامي قانون كي د حساب وركولو لپاره بنسټ جوړوي. ځكه نو (پوه قانون ټاكونكى) امر كوي چي دا بايد وژغورل سي او وساتل سي او هر هغه څه چي ددې د زيانمن كولو او يا له منځه وړلو لامل ګرځي، منع كړي ئې دي.الكولي مشروبات او نشه ئي توكي بدترين شيان دي چي د دماغ د وړتياوو د له منځه وړلو لامل ګرځي. له دې امله الله ج دا شيان منع كړي دي او وائي: ((اې ايمان لرونكو، نشه ئي توكي، جوار، بت لمانځنه او جادو د شيطان د لاس چاري دي. نو له دې ټولو څخه ځان وژغورئ تر څو تاسو بريالي و اوسئ. شيطان يوازي غواړي ستاسو په منځ كي دښمني او كركه واچوي په نشه او جوار سره او تاسو راوګرځوي د الله ج له ياد څخه او له لمانځه څخه. نو ايا تاسي به راو نه ګرځئ؟))اسلامي قانون د رواني روغتيا د ساتني په خاطر ډېره پاملرنه كړې ده او ددې كار لپاره ئې اصول وضع كړي دي. اسلام مؤمنان هڅوي چي تل الله ج ياد وساتي. همداراز يو لږه اندازه عبادت ئې لازم ګرځولى دى څو له لاري ئې مؤمنان رواني تغذيه ترلاسه كړي. په دې كي لمونځونه، روژه، زكات او حج راځي. بيا نو د نفلي عبادتونو پراخه دروازه ورباندي پرانيزي چي هر څوك كولاى سي هر راز عبادت وكړي. دا چاره لامل كيږي چي بنده بيرته خپل څښتن ته وروګرځي او كله چي دنيوي اسباب دى له خپل څښتن څخه غافله كوي، په دې توګه بيرته ځير كيږي. له همدې امله به د الله ج پېغمبر ص ويل: ((زما د سترګو يخ والي په لمانځه كي دى. ))ده ص به همداراز مؤذن بلال رض ته ويل((اې بلاله، ځه چي په لمانځه كي هوساينه ترلاسه كړو.)) اسلامي قانون هر هغه څه چي رواني ناروغي او كم ځواكي رامنځ ته كوي، منع كړي دي او موږ ئې له چټي غوښتنو، بې ځايه اعتقاداتو او د هوس له قرباني كېدلو څخه منع كړي يو ځكه دا شيان زړونه ړندوي او د الله ج له ياد څخه ئې غافل كوي. ځكه نو الله د غيرمؤمنو د بيانولو په ترڅ كي په لاندي توګه وائي:((هغه(خلك) چي ايمان ئې نه دى راوړى، له دې نړۍ څخه به خوند اخلي او د څارويو په توګه به خورك كوي او دوږخ به ددوى ځاى وي.)) بايد مادي امكانات په لاس راوړل سي.په وړاندنيو كرښو كي دا خبره ياده سوله چي اسلام په خوشالۍ كي د مادياتو له ونډي سترګي نه پټوي بلكه دا ګڼي چي ماديات د خوشالۍ اړين عنصر نه دى او د نورو وسيلو تر څنګ د خوشالۍ لاسته راوړلو يوه وسيله ده. اكثره سپېڅلي كتابونه دا خبره تائيدوي. الله ج وائي.((چا د الله ج وركړل سوي ګيڼې منع كړي دي كوم چي هغه و خپلو بندګانو ته وركړي دي، او د ژوندانه ښه توكي؟))د الله ج پېغمبر ص وويل: (( حلاله شتمني د دينداره مؤمن لپاره څومره ښه ده))ده همداراز وويل:(( د هغو توكو له جملې څخه چي د آدم زامنو ته خوښي راوړي، يو دينداره مېرمن، يو ښه كور او يو هم د سپرلي يوه ښه وسېله ده.)) د وخت تنظيمول:وخت په دې نړۍ كي د ژوندانه پر مهال د انسان پانګه ده. ځكه نو اسلام وخت ته زيات ارزښت وركوي او مؤمن د هغه په تنظيمولو مكلفوي. د حساب په ورځ به ورڅخه د وخت په اړه پوښتنه كيږي. اسلامي قانون غوښتنه كوي چي مؤمن دي خپل وخت په ځير سره تنظيم كړي او په ښه ډول دي ترې ګټه واخلي. دا موخه له روحاني اړتياوو او عبادت سره د هغه د دنيوي چارو په متوازن كولو ترلاسه كېداى سي. اسلام مؤمن هڅوي چي له خپل وخت څخه د ګټمنو او ښو كارونو په ترسره كولو اعظمي ګټه واخلي. الله ج وائي:((اې ايمان لرونكو، مه پرېږدئ چي ستاسو شتمني او اولاد مو د الله ج له ياد څخه وباسي. هر څوك چي داسي وكړي، دوى په يقين سره زيان كوونكي دي. او خرڅ كړئ له هغه څه څخه چي موږ تاسو ته دركړي دي، مخكي له دي چي مرګ راسي تاسو ته او تاسو وواياست، زما څښتنه، كه ته ماته يو لږ نور وخت راكړې، زه به خيرات وركړم او له نيك كارانو څخه به سم.))د الله ج پېغمبر ص وويل: ((د حساب په ورځ به د مؤمن پښه تر هغه و نه خوځي تر څو له هغه څخه د څلورو شيانو پوښتنه و نه سي: دده ژوند، چي څنګه ئې تېر كړ، دده ځواني، چي څنګه ئې تېره كړه، دده شتمني چي څنګه ئې په لاس راوړه او پر څه شي ئې خرڅه كړه او دده كار چي كوم كارونه به ئې كول.))د الله ج پېغمبر ص وويل: ((دوه نعمتونه دي چي خلك ئې ارمان كوي. صحت او فارغه وخت))پېغمبر ص موږ ته لارښوونه كړې ده څو خپل وخت تنظيم كړو. هغه ص وائي(( هر ګړى خپل زړه ته هوسائي وركړئ ځكه كه پر زړه زور راوړل سي، نو ړوند به سي.))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نیو یارک ټایمز: د پاکستان او امریکا تر منځ بي اعتباري", "output": "سرچینه: نیویارک ټایمز امریکاۍ ورځپاڼه د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه په خپله ننۍ ګڼه کې لېکی چې پاکستان امرېکا ته د یو بل تر منځ د اعتبار د شتون په اړه اندیښنه ښولي ده. په دې تبصره کې دهغو خبرو تفصېلات دی چې د پاکستان له چا� �واکېو سرهد رېچرهالبروک او ماېک مولېن دملاقاتونو په برخه کې دی. د امرېکا په دوه جگ پوړه چارواکېو باندی د سه شنبی په ورځ په پاکستان کې سخت زمولوونکی اوشدېد انتقاد وشو. د پاکستان خارجه وزېر ووېل چې ددواړو هېوادونو ترمنځدباور او اعتماد په برخه کې پوښتنی موجودی دی. په خاصه توگهد امرېکا د توغندېو دهغو ب� �ېدونو په برخه کې چې د پاکستان په قبېلوی سمېوکېکېږی. نېوېارک ټاېمز لېکی چې د امرېکا دوه لوړ پوړه چا� �واکی د لوېو درستېزانو د کومېټی رئېس او دسمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن او د پاکستان او افغانستان لپاره د امرېکا خاص استاځی رېچرد هالبروک دواړه حاضر وو چې د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی ووېل موږ د بې پېلوټه ا� �وتکېو په برخه کې خبری وکړی، اجازه راکړۍ چې زه سپېنه خبره وکړم. په دې برخه کې زموږ تر منځ خلا موجوده ده. هغه ووېل لنډه خبره دا ده چې زموږ ترمنځ د اعتبارد موجودېت په هکله سوال موجود دی. د پاکستان او امرېکا په اړېکو کې، د نوی خړپړتېا نښه له دېنه راپېدا شوېده چې د پاکستان د استخباراتو رئېس ډگرجنرال احمد شجاع پا� �ا، له دېنه انکار وکړ چې له ښاغلی هالبروک او ماېک مولېنسره جلا ملاقات وکړی. هغوی دواړو ترېنه د جلا ملاقات غوښتنه کړی وه. نېوېارک ټاېمز لېکی چې، ډگرجنرال احمد شجاع پاشا، په هغه مجلس کې برخه وانخېستله چې دپاکستان د لوېودرستېزانود کومېټی رئېس جنرال اشفاق کېانی اودامرېکادغه دوه لوړپوړه چارواکی پکی موجود وو. نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی قرېشی دبې پېلوټه الوتکېو او دتوغندېو د حملو مسلی ته اشاره وکړه چې دالقاعده د خوندی ځاېونو خلاف کېږی. دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې د پاکستان استخبارات په دې هم سخت ناراضه شوېدی چې دوه اونی مخکی ښاغلی هالبروک او دمرکزی گارنېزېون قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېېس برالا ووېل چې دپاکستان داستخباراتو اداره لاتراوسه پورې د طالبانو د جنگېالېوملاتړ کوی چې افغانستان ته اوړی او دامرېکا پر عسکرو حم� �ی کوی. ښاغلی هالبروک او د سمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن ددوشنبی په ورځ ناوخته اسلام اباد ته ولاړل چې د جمهوررئېس اوباما د نوی ستراتېژۍ نوی اړخونه پهتفصېل سره بېا ن کړی. په دغه پالېسی کې وېل شوېدی چې دالقاعده د سېب ځاېونه دې په پاکستان کې تخرېب کړای شی. نېوېارک ټاېمز لېکی چې په خبری کنفرانس کې شاه محمود قرېشی خپل غږ اوچت کړ او دواړو امرېکاېانو ته ېې دتنبېه په ډول ووېل چې د گډ کار شراېط ډېر واضح دی. موږ او تاسی به ددوه اړخېز اعتبار او دوه اړخېز احترام په بنېاد کار وکړواو دا وروستی خبره ده. هغه زېاته کړه چې موږ ېوازې هغه وخت په گډه کار کولی شو چې ېوبل ته احترام وکړو او ېو پر بل اعتبار وکړو. په دې برخه کې بله لاره نشته او بل هېڅ شی به کار ورنکړی. د جمهور رئېس اوباما د نوی پالېسی پر بنا، دامرېکا چارواکېو ووېل چې دامرېکا د تازه نظآمی اوملکی مرستی به په دقېقه توگه وڅارل شی چې داخبره ېقېنی کړی شی چې دا دهغو اهدافو د ترسره کولو لپا� �ه لگول کېږی چې ورته ټاکل شوېدی. او دنورو شېانو داستعمال لپاره بلی خواته نه اړول کېږی. د اوباما ادارې ووېل چې په دې برخه کې به نور د پاکستان لپار ه داسی مرستی نه وی چې حساب اوکتاب ېې ونه شی.ددې په ځواب کې قرېشی ووېل چې پاکستان به نه دامرستی قبولی کړی او نه به ېې ورکړی. نېوېارک ټاېمز لېکی چې هالبروک ووېل چې امرېکا او پاکستان له ډېرپخواراهېسی اړېکی درلودلی دی او واشنگټن به د پاکستان ملاتړ کولو تهادامه ورکړی. نېوېارک ټاېمز په پاکستان کې لېکی چې دامرېکا او پاکستان چارواکی به ډېر ژر په توکېو کې ملاقات وکړی چې مالی مرستی راټولی کړی چې له پاکستان سره په مالی اواقتصادی ستونزو کې مرسته وکړی. ښاغلی هالبروک ووېل چې موږ به همدالاره تعقېب کړو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "راکټي: که پاچا شوم طالبان به عفوه کړم", "output": "میرویس جلالزی ولسمشرۍ ته نوماند عبدالسلام راکیټي په خپله یوه تازه وینا کې ویلي چې که ولسمشر شي نو ټول طالبان به وبښې. عبدالسلام � �اکیټي د زابل ولایت څخه په ولسي جرګه کې استازي توب کاوه خو له کله چې ولسمشرۍ څوکۍ ته منډي پیل شوې نوموړی هم د هغو کاندیدانو په کتار کې دریدلی چې غواړي د ولسمشرۍ څوکۍ خپله کړي. عبدالسلام راکیټي طالبان د افغانستان له دولت څخه هغه ناراضه کسان بللي چې پر وینا یې د بیلا بیلو ستونزو له امله له حکومت څخه خوابدي دي. د نوموړي په خبر چې که ولسمشر شي طالبان به عفوه کړي. د یادولو وړ ده چې د بشر د حقونو مدافع ډلو په وار وار ویلي چې هغه کسان به د عفوې له مزایاوو څخه برخمن نه شي چې ولسي افغانان یې وژلي او په قتلونو کې لاس لري. سلام � �اکیټي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ای له لمانځه غافله مسلمانه وروره !", "output": "په غور يې ترپايه ولوله که تردي هم غافله وی نوبيايې له سره مه ګوره لمونځ په دين کی ډير اهم عبادت دی چه په قرآنکريم او سنت نبوی (ص) کي په لمانځه ډير تأقيد شوی دی اود لمانځه په ترک کولو قرآن اوسنتو دسختي تباهئ اوبربادي خبر ورکړی دی . خوافسوس دهغه چا په حال چه ددنيا حب اودهغه ځل اوبل دومره تر تأثٍير لاندي راوستي وي چه خپل ستر پالونکی رب (ج) يی هم هير وي اوله هغه (ج) نه ويريږي.هغه رب (ج) چه دمور په ګيډه يی روزلي حال داچه خپله مور دي هم له حاله ناخبره ؤ .که په کومه باراني شپه کی دباندي وتلی وي ګوري به چه ټول خلک په خوب بيده دی آرامه آ� �امي ده خو ګوري به چه دآسمان له طرفه سخته باوره اويا باران وريږي دغه وخت ستا رب (ج) بيدار دی اوپه ډير بيړه سره دخپلو بندګانو دنفقي اکمالات کوي .ته نه پوهيږي چه دا لمر داورځ اوشپه د څه لپاره او دچا لپاره منظم روان دي .همداسی لوی څښتن(ج) د عبادت وړ دی هغه (ج) ته بايد دعجز سر ټيټ شي .همدا ژوند دی همدا شيبي دي چه تيريږي ناګهانه به دمرګ خبر راشي خو مونږ به څه نه وي کړيبيا نه دغه دنيا شته اونه بيا دلته ژوند شته دغه نړي به له يوه سره ړنګه شي .لاندی الهی (ج) فرمانونه اودهغه دنازولي رسول(ص) ويناوي ولوله : دلمانځه فرضيت:په قرآنکريم کښي ډير آيتونه دلمانځه په باره کی نازل شوي چه په هغه آيتونو کی الله (ج) مسلمانانوته ددی سترعبادت حکم فرمائی. ال� �ه (ج) فرمايئ :«فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْ� �ُوتًا(النساء ۱۰۳)».((قائموي تاسي (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو) لمونځ ! بيشکه چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو اوقاتوکښی)).«مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ (الروم ۳۱)».((رجوع کوونکي دی دغه (الله) ته او ويريږي (له غذابه) دالله او قائموی (سم اداکوي سره له ټولو حقوقو) لمونځ اومه کيږي له مشرکانو)).«وَأَنْ أَقِيمُواْ الصَّلاةَ وَاتَّقُوهُ وَهُوَ الَّذِيَ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (الانعام ۷۲)». ((حکم شوی دي مونږ ته دالله له طرفه) په دي چه قائموی (سم اداکوي سره له ټولو حقوقو) تاسي لمونځ اوويريږي تاسي له دغه (الله) نه اودغه (الله) همغه ذات دي چه ده ته به ورټول کړشی تاسي (په قيامت کی)). وعن ابن عمر رضي الله عنهما : أنَّ رَسُول الله ص� �ي الله عليه وسلم ، قَالَ : (( أُمِرْتُ أنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أنْ لاَ إلهَ إلاَّ الله ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُول الله ، وَيُقيمُوا الصَّلاةَ ، وَيُؤتُوا الزَّكَاةَ ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَم ُوا مِنِّي دِمَاءهُمْ وَأمْوَالَهُمْ إلاَّ بحَقِّ الإسْلاَمِ ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى الله تَعَالَى )) مُتَّفَ� �ٌ عَلَيهِ .(( له ابن عمر (رض) نه روايت دی چه رَسُول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلی :ماته حکم شوی چه ت� �هغه له خلکوسره جنګ كوم ترڅوچه هغوي گواهي ونه کړی چه بغيرله الله بل معبود نشته اومحمدصلی الله عليه وسلم دالله رسول دی ،اولمونځ قائم نکړی او زکات ورنکړی ،چه کله هغوی داسی اعمال شروع کړي نودهغوی وينه ،دهغوی مال محفوظ اومامون شول – بغير دحق داسلام نه (دزړونودخبرو) حساب به دالله په ذمه وي )) .«مُرُوا أَوْلاَدَكُم بالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْع سِنِينَ وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ � �َبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ في المَضَاجِعِ» بخاري وسنن ابى داود((کله موچه اولادونه اوه کلنی ته ورسيدل هغوی ته په لمانځه کولو امر وکړی اوکله چه لس کلنی ته ورسيږی لمونځ ونه کړي هغوی ووهي اوپه همدی سن کی د دوی بستری ورجلاکړي)). دلمانځه وختونه :دلمانځه وختونه په ځنوقرآني � �يتوکی راغلي دی . «أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ � �ِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا (الاسراء ۷۸)». ((قائموی (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو) لمونځ ورسته له زواله دلمرترتياري دشپی پوری (يعنی دظهر،عصر،مغرب اوعشاء لمونځونه ادا کړه !) اوله قرائت دفجر(يعنی دسهارلمونځ ادا کړه) بيشکه چه قرآن لوستل (لمونځ کول) دفجرحاضرشوی دی (يعنی ورحاضريږی ملائک دشپی اود ورځی )). «وَأَقِمِ الصَّلاَةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ ا� �سَّـيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ (هود ۱۱۴)». ((او قائم کړه (سم ودروه سره له ټولو حقوقو) لم ونځ په دواړو طرفونو دورځی اوپه ساعاتو له شپي (چه نژدي وي ورځی ته) يقيناً چه نيکي (يعنی پنځه وخته لمونځ) لری کوی بدي (کوچنی ګناهونه) ،دغه (حکم اووعده) پند دی لپاره دپندقبلوونکو)).« نَزَلَ جِبْرِيلُ فَأَمَّنِي فَصَ� �َّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ ثُمَّ صَلَّيْتُ مَعَهُ يَحْسُبُ بِأَصَابِعِهِ خَمْسَ صَلَوَاتٍ» بخاري)((جبرل نازل شو اوما دهغه په امامت له هغه سره لمونځ وکړ،بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ، بيامي ورسره لمونځ وکړ،په ګوتوسره يی پنځه لمونځونه حساب کړل)) کله چه رسول الله صَلي الله عَليهِ وَ آلهِ وَ سَلّم معاذبن جبل (رض) يمن ته ليږلو هغه ته يی داسی وفرمايل:«ادْعُهم إِلَى: شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ ال� �ّهِ، فإن هُمْ أطاعوا لذلك فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترَضَ عليهم خَمسَ صَلواتٍ في كلّ يومٍ وليلة، فإن هم � �طاعوا لذلك، فأَعْلِمْهُم أنّ اللّهَ افترضَ عليهم صدقةً في أموالِهمْ، تُؤخَذُ من أغنيائهم وتُرَدُّ على فُقَ� �ائهم» بخاري: ((هغوی دعوت کړه په شهادت د شهادةِ أنْ لا إله إلاّ اللّهُ وأني رسولُ اللّهِ پس که هغوی دادعوت قبول کړ،نوبيايي پوه کړه چه الله تعالی فرض کړي پرتاسي په هره شپه اوورځ کی پنځه وخته لمونځونه بيايي چه لدي حکم څخه پيروي وکړه نوخبريی کړه چه الله تعالی پرتاسي صدقه (زکات ) فرض کړي ،چه دم الدارو دهغوی نه به اخستل کيږی پر فقرآء اوتنګلاسودهغوی ته به ورګرځول کيږي )) .مګرشيعيه چه دپنځو وختو لم ونځونه په دريووختو کی کوي صريح مخالف له قرآن اواحاديث رسول الله (ص) سره کوي .پدی اړه محمد عبدا� �طيف انصاری (مدينه منوره) په خپل کتاب(يا غافلاً عن الصلاة) کی داسی ليکی:دحضرت علی(رض) د خپل خلافت په دو� �ان کښي داسلامی خلافت ټولو واليانو ته داسی مکتوب وليږه.په هغه مکتوب کی دپنځه وخته لمانځه واضح حکم شوی دی .دغه حکم له کتاب نهج البلاغه چه معتبرترين کتاب پس له قرآن کريم په نزد دشيعيه ګانو دی نقل کوم:«� �َمَّا بَعْدُ فَصَلُّوا بِالنَّاسِ اَلظُّهْرَ حَتَّى تَفِيءَ اَلشَّمْسُ مِنْ مَرْبِضِ اَلْعَنْزِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعَصْرَ وَ اَلشَّمْسُ بَيْضَاءُ حَيَّةٌ فِي عُضْوٍ مِنَ اَلنَّهَارِ حِينَ يُسَارُ فِيهَا فَرْسَخَانِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْمَغْرِبَ حِينَ يُفْطِرُ اَلصَّائِمُ وَ يَدْفَعُ اَلْحَاجُّ إِلَى مِنًى وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْعِشَاءَ حِينَ يَتَوَارَى اَلشَّفَقُ إِلَى ثُلُثِ اَللَّيْلِ وَ صَلُّوا بِهِمُ اَلْغَدَاةَ وَ اَلرَّجُلُ يَعْرِفُ وَجْهَ صَاحِبِهِ » ليک 52 نهج البلاغهامابعد! دظهرلمونځ له خلکوسره ترهغه اداکړی چه دلمرسيوری په اندازه دځای دوزی دچملاستی شی،اودعصرلمونځ له هغوی سره هغه وخت اداکړی چه لمرسپين وی اودومره پاتی وی چه دوه فرسنګه لاره طی شی،اودمغرب لمونځ هغه وخت اداکړی چه روژه دار روژه ماتوی اوحاجی مناته روانيږی ،اودعشاء لم ونځ له هغوی سره اداکړه د شفق له ورکيدوڅخه تردريمی حصی دشپی پوری يی ادا کوی ،اودسهار لمونځ هغه وخت له هغوی سره اداکوه چه هرڅوک يواوبل وپيژنی . دپنځه وخته لمونځون داوقاتو په اړه داؤ دحضرت علی(رض) فرمان .خو بياهم هغه کسان چه دحضرت علی رض) دمحبت دعواوی کوي ولی پنځه وخته لمونځونه په دريووختوکی ادا کوي؟ ،دغه عمل له قرآن ،سنتواودحضرت علی(رض) له حکم سره ښکاره مخالفت دی اوددوی بی ځايه دلايل دهيڅ اعتبار وړ نه دی .خدای (ج )دې په دوی ورحميږي اوخدای(ج ) دې دوی ته هدايت وکړي . دلمانځه فضيلت : وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَ� �ِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ (العنکبوت ۴۵).(( اوقائموه لم ونځ يقيناً لمونځ منع کوی (لمونځ کوونکی ) له فحشآء اوناوړه چارو څخه ، اوخامخا يادول دالله ډير لوی دی او الله په هغه څه پوهيږی چه تاسی يي کوی )). وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَ� �َوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۹ أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ۱۰ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَا� �ِدُونَ (المؤمنين ۹-۱۱) . اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه پرلمونځونو خپلو ساتنه کوی (چه تل يی سم اداکوی سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه ميراث به اخلی فردوس دوی پدغه جنت الفردوس تل پاتی کيدونکی دی.إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَ� �َامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ (البقره ۲۷۷).يقيناْ هغه کسان چه ايمان يی راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموی لم ونځ (په ښه شان ) او ورکوی دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول ويره پر دوی باندی او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږیوَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلاَتِهِمْ يُحَافِظُونَ ۳۴ أُوْلَئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُّكْرَمُونَ (المعارج ۳۵ )هغه کسان چه دوی دخپل لمانځه ساتنه کوی دغه کسان به په عزت سره دجنت په باغونو کی اوسيږی .عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی (رض) قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ � �َه عِنْدِی (ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).((چه ماستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړی دی اوددی می خپل ځان سره وعده کړی ده چه څوک داپنځه لمونځونه په خپل وخت کښی ادا کولو پابندی وکړی هغه به پخپله ذمه واری جنت ته داخلوم ه اوڅوک چه ددی لمونځونواهتمام نه کوی نوپه ماباندی دهغوی هيڅ ذمه داری نشته )). وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله (( لَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ ال� �َّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا )) يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ . رواه مسلم . ((له ابی زهير عماره بن رويبة (رض) نه روايت چه ما درسول (ص) څخه واوريدل چه هغه سړی به هر ګيز دوزخ ته داخل نشی چاچه دنمرختلو اوپ� �يوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی دسحر اومازيګر وکړي )) . له ابن مسعود(رض) نه روايت چه ما رسول ال� �ه (ص) نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی – نبی صلی وفرمايل :(( الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ )) متفقٌ عَ� �َيهِ ((په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله(ج) په لار کی جهاد )) (بخاری اومسلم) دلمانځه اهميت اودلمانځه په غفلت کولوسخت غذابونه :مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَا� �ُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ (المدثر۴۳).(( تاسی څه شی دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايی مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ )).فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاَةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْ� �َوْنَ غَيًّا (مريم ۵۹).(( بيا له هغوی ورسته هغه ناکاره خلکو دهغوی ځای ونيو چه لمونځ يي ضايع کړ او دخپل نفس دغوښتنو پيروی يي وکړه نږي ده چه دګمراهی له عاقت سره مخ شي )).رسول الله ( ص) دژوند په آخری شيبو کی پدی خبرو تنګار کولو:«الصَّلَاةَ الصَّلَاةَ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ» ابي داود,ابن ماجه, ومسند أح مد (( دلمانځه اداکول،دلمانځه په اداکولو اوله مزدورانوسره دښی رويی کولو خيال ساتی )). «مَنْ حافَظَ عَ� �َيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، � �َمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ» مسند امام أحمد وابن حبان ((څوک چه په لمانځه (سره له ح قوق) دايمی پابندوی هغه لمونځ به دقيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله اورڼايی وګرځی، اوڅوک چه دلمانځه پابندی ونه کړی دده لپاره به په قيامت کی نه دليل وی ،نه وسيله،نه نجات اونه به نور وی ،اودقيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږی)).«بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَا� �ْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةِ». صحيح مسلم(( فرق په مابين د مؤمن اوكافر او مشرك کی دلمانځه ترك کول دی)).دابی هريره(رض) نه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:(( إنَّ أوَّلَ مَا يُح َاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ ، فَإنْ انْتَقَضَ مِنْ فَرِيضَتِهِ شَيْءٌ قَالَ الرَّبُ ج انْظُرُوا هَلْ لِعَبدي من تطوّعٍ ، فَيُكَمَّلُ مِنْهَا مَا انْتَقَصَ مِنَ الفَرِيضَةِ ؟ ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا )) (رواه التِّرمِذِيُّ). (( دقيامت په ورځ به دبنده په اعمالو کی (دټولو نه مخکی ) دهغه دلمانځه حساب وی کچری دهغی دلمانځه حساب صحيح اووتلو نوکامياب شو اونجات يی وموند اوکچری خراب راووت نونام� �اداوتاواني شو که د فرضوڅخه کم راووتل نوالله تعالی به وفرمايې وګوری که دده په عمل نامه نفل وی نودهغه په ذريعه داکمي پوره کړي ددی ورسته دپاتی اعمالو حساب کتاب هم پدی اندازی باندی کيږی )) ترمذی � �ه لمانځه نه غافله مسلمان ورور سره څو خبری :پوښتنه مي وګړه څنګه لمونځ نه کوي ويې ويل : مشغول ومه ومي ويل : څه مشغوليت ؤ ترلمانځه هم مهم په داسي حال کی چه دقيامت په ورځ به لومړی حساب دلمانځه وي .ويې ويل : پوهيږی چه ددنيا مشغوليت ذيات دی نوڅه بايد وشي .ومی ويل :آيا نه پوهيږی چه داسلام اوکفر ترمنځ سرحد لم ونځ دی حديث شريف : بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَةوويل : مسلمانی يواځی په لمانځه کښي نده ،مهمه داده چه دانسان زړه پاک وي ،زه مسلمان ته ضرر نه رسوم ،له خلکوسره ښه سلوک لرم اودټو� �وسره خوش اخلاقي کوم.ومي ويل : دغه شيطانی حيله ده چه ځنی مسلمانانوته دهغه په وسيله فريب ورکوي ترڅودګناه مرتکب شي ،چه دی فکرکوي مابه ښه کارکړی وي زه خوښه سړی يم حال داچه ترلمانځه نولويه ګناه شته ؟ داسترعبادت ګو� �ه دادشيطان وسوسي دي چه زمونږ ناوړه اعمال راته ښه ښکاره کوي وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْم َالَهُمْ (الانفال ۴۸)وويل :ډيرخلک شته چه لمونځ کوی خوبيا هم ګناه کويومي ويل :نوڅوک چه لمونځ کوي هغه به نو ګناه نه کوی معصوم به وي ؟ معصوم له ګناه خو يواځی پيغمبران دي،خوته لمونځ کوه اوورسته ناوړه اعمال پريږده اوښه کارونه شروع کړه ،همدغه ته به يوه نمونه وی په ټولنه کی اودستا ښه اعمال به په ډيرو خلکو تأثير وغ� �ځوی.ويې ويل : زه خو کلمه د لااله الاالله وايم اوالحمدالله مسلمان يمه اورسول الله (ص) فرمايلي چه لااله ا� �االله دجنت کلۍ ده اوڅوک چه لااله الاالله ووائی د دوزخ اور په هغه کس حرام دی اوبل داچه الله (ج ) غفوراورحيم دی.ومی ويل :داچه لااله الاالله دجنت کلۍ ده هيڅ شک پکی نشته ولی پوهيږی چه علماؤ په شرح ددی حديث شريف څه ويلي؟.لااله الاالله دجنت کلۍ ده ولی هره کلۍ دندانی لری چه دهغه په وسيله دروازه خلاصيږی اودجنت دکلۍ دندانی صالح اعمال دی او لااله الاالله بدون له عمل په اسلامی تعليماتو په شان دبی دندانو کلۍ ده .قوله تعالی :وَبَشِّرِ الَّذِين آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا ا� �أَنْهَارُ (البقره ۲۵).قوله تعالی : وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُولَـئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (البقره ۸۲).نوثابته شوه چه ايمان اونيک عمل لازم اوملزوم دی .يوبل ورور ؤ چه سخت زحمتکښه ؤ خولمونځ يی بالکل نه کولو .ورته ومی وويل وروره ته ولی لمونځ نه کوي ؟راته ويې ويل : له وسه می نه کيږي اوترټولو ګران شی ماته لمونځ کول دی په لمانځه کی خو سستی کولو کی هم سخت وعيد دی وار خو د بالکل پريښودوشو.قوله تعالی :إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِ� �َا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِي� �اً (النساء ۱۴۲ ).بيا می ورته دلمانځه اهميت او دلمانځه دپريښودو سخت غذابونه بيان کړل ، ددی نه و� �سته هغه کس سخت خفه شو دغه وخت درمضان روژی ته څو ورځی پاتی وی ، ورسته يی راته وويل زه هر کال يواځی په � �وژه کی لمونځ کوم کله چه روژه ختمه شی زما لمونځ هم ختم شی ، خو نن ورځ زه له خپل رب (ج ) او تا سره وعده کومه چه دروژی له پيل څخه ورسته به بيا دمرګ ترورځی لمونځ قضا نه کړم .همغه ؤ چه ورسته بيا دټولو څخه مخکی هم دا کس لمونځ ته پاڅيدلو.ګرانه !آيا لمونځ ماليات غواړي ؟ چه دپيسو په ورکړه دي زړه ونه شی .آيا لم ونځ دومره ډير وخت نيسي چه تا دژوند له چارو محروم کړي ؟آيا لمونځ دومره دروند عمل دی چه تا سخت ستړی کړې ؟آيا ته نه پوهيږی چه دحشر په ميدان کښی به محمدی ص امت څنګه پيږندل کيږي؟دمحمد رسول الله د ام تيانو به داواسه اندامونه ځليږي ، نو څوک چه لمونځ ونه کړی دهغه به څه شی وځليږي اوپه څه به وپيږندل شي او دکومي ډلي سره به وي .آيا لمونځ کوم مباح عمل دی چه ثواب اوغذاب ونه لري ؟بلکی لمونځ دمسلمان دنجات ذريعه ده او دلمونځ په غفلت سره دسختو غذابو نوخبرداری ورکړ شوی لمونځ يوه الهی منظمه برنامه ده چه په ټاکلو اصولو اوټاکلو وختونو تر سره کيږي ،هيڅ څوک هم ددی برنامی دتغير توان نلري ګرانه ! لم ونځ دورځی پنځه وخته يواځی څو دقيقی وخت نيسي چه بنده دخپل ستر څښتن (ج ) حضور ته دريږی او دهغه (ج ) مناجات کوی .نو ګرانه او ګراني راځي ! نور ددی پر ځای چه شيطان ته تسليم وو او هغه پر مونږ باندی دخپل زړه � �وبي وکړی راځی ! خپل رب ته تسليم شو اونور دهغه پوره اطاعت وکړو .ګرانه پام کوه ! کله داسی فکر اوسوچ ونه کړی چه زه خو نو ډير ګنهګاريم نور نو له شرمه دتوبی اودوعا لاسونه خپل رب(ج ) نشم پورته کولی .پوه شه داسی فکر هيڅ کله هم مه کوه د الله تعالی د رحمت دربار هر کله دخپل بنده پر مخ پرانيستي دی اوس ته خپله دهغه (ج ) د مهربانی خبر ولوله :قوله تعالی :قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ ا� �ْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).(ای پيغمپره ) هغو بنده ګانو ته می ووايه کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی چه دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښی هغه خو بښونکی اومهربان دی . اود توبی په اړه د رسول الله ( ص) وينا هم ولوله :وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ - خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَح َدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).له ابي حمزه انس بن مالک انصاری (رض) خادم رسول الله (ص) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايلی : چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کی خپل اوښ و� �ک شوی وی او هغه پيدا شی نو دغه کس به څومره خوشحاليږی – بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږی . ګرانه نور نو ستا خوښه ده چه څرګه خپل تصميم ونيسيخدای (ج ) دي په اخلاص سره د رجوع او توبی کولو توان ما اوتاته راکړي .يادونه : څرنګه چه لمونځ په دين کی داسی اهميت لری لکه د انسان په بدن کی سر نو دڅوورځو لپاره به ان شآءالله د لمانځه په اړه پوره معلومات خپاره شی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پكتيا كې يو پوليس ووژل شو", "output": "په پكتيا كې ناپيژاندو وسله والو يوتن ملي پوليس په ډزو وواژه.له سيمې څخه په رارسيدليو خبرونو كې ويل شوي چې،دغه پېښه د سهار د اوو نيمو بجوپه شاوخوا کې د ګردېز ښار اړونده د لرګيو داډې ترڅنګ هغه مهال رامنځته شوه ، کله چې د امنيه قوماندانۍ يوتن پوليس پر موټر سايکل خپلې دندې ته روان و . دعيني شاهدانو په وينا وسله وال كسان په سراچه ډول موټر كې ناست او دهمدې موټر څخه يي دوژل شوي پوليس پرموټر ډزې وكړي.وسله وال له پيښې څخه په تيښته بريالي شوي دي.نه خوتراوسه امنيتي چارواكو دپوليس دوژل كيدو پخلى كړى او،نه خو چا يي دوژنې پړه منلې ده،خو په دغه سيمه كې ډيرى خلك دشخصي دښمنۍ دورته پيښو قرباني كيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له څرخي پله زندان څخه د طالبانو د تيښتې پلان شنډ شوی", "output": "افغان چارواکي وايي، د پلچرخي په زندان کې یې د بندي طالبانو د تیښتې یو پلان شنډ کړی دی.د استخباراتو ادارې اعلان وکړ، هغه درې تنه پولیس افسران هم نیول شوي چې د پلچرخي پر زندان باندې یې په پلان شوي حملې کې لاس درلود.د استخباراتو مقامات وايي، نیول شويو پولیسو، په زندان کې بندي طالبانو ته چاودېدونکي موادو او د موبایل ټلیفونونو بطرئ انتقال کړي وې چې د زندان په داخل کې ځانمرگې حملې وکړي. پر دغو پولیسو باندې تور دی چې ددې کار په بدل کې یې رشوت اخیستی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل ته چې پيداکړي خدای انسان ګیله له ځانه وکړه اختیاريې درکړودخپل ځان ګیله له ځانه وکړه هو! دژوندچاري پرمخ بیایه خوپه حقه لاره پرتقدیرمه شه بدګومان ګیله له ځانه وکړه نفس قابوکړه عقل وکاروه خپل پرمسیر، مه کړه ګناه تروس اوتوان ګیله له ځانه وکړه کوه دخدای ذکرپه زړه اوخوله چې ډاډدي وشې هم دي لاحول کړه شیطان ګیله له ځانه وکړه ښکاري د� �مرپه څیرروښانه ښه اوبده لاره ځان کړه پرسمه لارروان ګیله له ځانه وکړه قرآن سنت چې عملي شي بس همدادین دی ملامت مه بوله جهان ګیله له ځانه وکړه توخي نوبهاری"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مشرف واي ز ه قبايل نه يم (دامین کتوازی لیکنه)", "output": "تيره ورځ د پاکستان له ولسمشر پرويز مشرف نه يوخبر يال وپوښتل چه د بينظری د قتل مسوليت تاسوته متوجې دی٠ مشرف د هر وخت پشان په ډير ناوړ ځواب ورکړ ٠ مشرف ورته ويل چه زه نه قبايل يم او نه هم فيوډال د ويل چه زه په يو داسی کورنی کی را لوی شوی یم چه دچا دقتل فکر هم نشی کيدای ٠د تيرو بيانو په شان مشرف يوځلی بيا قبايل وژونکی وبلولو او فيو ډالی مقصد سنديانو چه سنديان هم د پاکستان يوقو م دی ٠ او دهیواد د ولسمشر ته نه ښاي چه خپل قوم وژونکی وبو لی ٠ او پاته شوه دپښتنو خبر ه هغه چه وای له دښمنه هیڅ ګیله په کار نده٠ ځکه چه تروسه که لا چا مش� �ف له پښتنو سر په دښمنی نوی پژندلی نو هغه انسان خوب وړی٠که د پاکستان دښمنی د پښتون قوم سره هير ه هم کړو د مشرف د دښمنی له پښتنو سر ه خو پټه نه د٠ پښتانی قاچاقوړنکی ا ووژونکی معرفي کوی ځکه چه حقيقت پټ ساتلو له پاره خو بايد مشرف همداسی لوبی وکړی ٠ دی بايد سمه کړکيچنه کړی تر ځو حلته شتون پيدا کړی چه همغسی هم وکړل ٠ زه د ښاغلی مشرف نه پوښتم له هغنه مخکی چه تاسو په نوازشريف کوداتا وکړی په ځه بوخت واستی ايا تاسو په کشمير کی ځه کول که ستا فوځی دندی ته وګورو نو ستا ټول عمر په انسان وژنه کی را تير شوی ٠نو ته ځنګه داو ه کووې چه انسان غوړل ستاکار ندی ٠ د خپل ځان په ګټه په هره سياسی لبو کی دی انسانان قلم کړی ٠ستا تر مشری لاندی په قبالی سیمو باند ی درنه بمباری ، افغانستانته وژونکی رليږل او نور هغه ځه چه نړوالو نه پټ پاته ندی ٠ په هر حال تاريخ به دی حتمن تور کړی ٠او وهو تابه وياړه لای که ته قبايل وای ٠قبايل په ايمان او خاور ه سره ورکوی ٠چه مشرف ته دا دواړه بی معنا دی ٠ قبايل ځان وژنی مګر ميلمه په عضت ساتی ٠مګر مشرف د يهودو د پاره خپل عر ب ميلمانی جګړی ته سوق کړی او ځنی د مي� �مستا بدل غواړی ٠قبايل پر امن مين خلګ دی وګوری د پيړو راهسی قبايل د خپلو عنناتو پر بينا ارامه ژوند کوی په داسی حال کی چه په قبايلی سمو کی نه حکومت شته او نه قضا؛ ٠ مګر د هر چا ژوند خوندی دی ٠او که ستا سو د يو کچنی ښار نه حکومتی ادار ی د ځه وخت د پاره لروکو نو به وګو� �و چځه پيښږی ٠ښاغلی مشرف ايا دا هم دروغ د ه چه بينظره تاسو نده وژلی ٠ زه د يو افغان په هيس د ښاغلی مشرف نه غواړم چه د پښتنو د بدنامی نه لاس واخلی کنه تاريخ ته به د خپلو خبرو خواب ورکونکه وسی ٠او د خپلو پښتنو ورونو نه هيله کوم چه دمشرف د د یبيانو په وړاندی د هر وخت پشان خپل غږ راپورته کړی تر ځو د پنجابی مشن پلانونه د پښتنو پر خلاف ناکامه شی، ا وپښتانه ورته ويښ وسی ٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "هیڅ تعبیر نه لری ملګرو دازما خو بونه ما په رڼا ورځې لیدلی دی بلاخو بونه نن خو مې بیا ټوله ورځ سترګو کې ټول کړی ازغی نن شپه به نه راځی زما په لوری بیا خو بونه داچې وختونه تیروی دتورې شپې په سولۍ قسمت له ګوره همدوی وینی درڼا خوبونه که درته اوایم نو زه خو په زه نه یم حساب داراته اوایه چې ته وینې دچا خوبونه ستوری به نه یو . یو به کاڼی داسمان په سینه که مو دځان سره رانو ړل دسبا خو بونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوي افغان تذکرې دي پر نړيوال معيار جوړي شي", "output": "ګرانو هیوادوالو! لکه څنګه چی تاسی ته هم معلومه ده د افغانستان حکومت په پام کی لری چی نوی تذکری، په نوی کامپیوټری سیستم سره سم بال جوړی کړی تر څو د هیوادوالو مشکلات حل کړی، دا یو ډیر نیک ګام دی، زه یو څو ټکیو ته اشاره کول غواړم،چی زم ا په اند نور هیوادول هم باید زماسره خپل غږ یو کړی، تر څو دغه تذکری په راتلونکی کی زمونږ کارونه آسانه کړی، او برعکس مشکلات خلق نه کړی. ۱.په دغه تذکرو کی باید پښتو ښی خواته ته او پاړسی چپی خوا ته ولیک � �ی، تر څو پښتنو وروڼو ته داسی احساس ونه شی، چی په تذکرو کی له تعصب نه کار اخیستل شوی، له بلی خوا به اساسی � �انون عملی شوی وی. ۲.له دی کبله چی پاسپورتونه ، نکاح نامی او نور اسناد (شهادت نامه،دیپلوم..) د تذکرو له مخی جوړیږی، او له دغه ټولو څخه د هیواد نه بحر هم استفاده کیږی،باید دا ټکی په نظر کی ونیول شی: الف: نوم، د پلارنو، او تخلص، په داسی ډول ولیک شی چی تذکیره اخیستونکی ته د منلو وړ وی، مطب د انګریزی ژبی سپیلنګ پکی سم وی. ب: په پخوانیو تذکرو کی تخلص نه وو، چی وروسته بیا بحر تلونکو ته ډیر مشکلات جوړوی، ځکه په بحر کی د پلار له نامه نه استفاده نه کیږی او یواځی نوم،تخلص او د زیږیدونیټه سره له میاشتی او ورځی مهمه ده، کله کله خو داسی کیږی، چی د پلارنوم، د تخلص په ځای کارول کیږی نو ځکه باید تخلص له پامه ونه غورځول شی . ج:په اول ځل باید د زیږیدو نیټه د کال، میاشتی، او ورځی،په شمول په صحیح ډول په عیسوی کال ولیک شی، تر څو د هغه مشکلاتو مخه ونیول شی، کوم چی زمونږ ډیر هیوادول ورسره بلد دی.د دی لپاره چی هجری لم ریز کال سره له میاشتی او ورځی په عیسوی واړول شی، د ټول افغان په ویب سایټ کی دا کار په ډیر ساده ډول سرته � �سیدلئ شی. ۳. لکه څنګه چی خبرونو کی آوریدل کیږی، په دغه تذکیرو کی د ملت(افغان)سره د قوم نوم هم لیکل کیږی، زما په نظر دا به یو بل مشکل وزیږوی، ځکه اوس مونږ کولای شو، په ساده شکل، د Nationality په مقابل کی Afghan لیکلې شو خو، ددغه نوی سیستم له کبله به Afghan Pashton یاAfghan tajik او داسی نور..که چیر د تذکیری په نمبر کی داسی کوم کوډ سیستم ورکړل شی لکه د پښتنو په سر کی ۰۱ د تاجکو په سر کی ۰۲ او داسی نور..په دی توګه به د پورتنی مشکل څخه مخنیوې وشی. ۴.لکه د انتخاباتو په کارت کی د پښتو او پارسی سره میکس ونه ولیکل شی، ځکه په هغه کارتو کی یو د نوم کلمه پښتو وه نور ټول په پاړسی لیکل شوی وو. ۵. په داسی ډول د د زیږیدو نیټه ونه لیک شی چی دو ساله ۱۳۸۰ ځکه ګومان کوم داسی سیستم به یواځی زمونږ په هیودا کی مروج دی. له ټول هغه وروڼو څخه کوم چی په دغه هکله نور څه لیکئ شی هیله کوم، تر څو ناوخته نه کړی، که نه نو لکه په غزنی ولایت کی به د لوحو په شکل چی د پښتو له خوا بندی شوی، او یا وغورځول شوی، د تذکرو سره هم داسی معامله وشی. دنورو لوستونکو نظر دلته ولولئ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوه ماشومه له جنسي تيري وروسته ووژل شوه", "output": "له شمالي تخار ولايت څخه خبرونه را � �سيږي چې هلته په يوې کوچنۍ ماشومي باندی تيری شوی او وروسته بيا د تيري کونکو له خوا په ډيره بی � �حمۍ وژل شوي ده .د تخار د پوليسو ځای ناستي مشر پاسوال ضياالدين وويل چې دا نجلۍ تيره ورځ کله چې د تالقان ښار په سرای سنگ سيمه کې يوې کروندی ته د کار لپاره روانه وه تر ناوړ ه جنسی تيري لاندی نيول شوي .پو� �يس واېې چی په دې اته کلني نجلۍ باندي د هغی د تره زوی او د هغه درسو ملگرو جنسی تيری کړی او بيا ېې زيندۍ کړي ده .د تالقانو د ښار د مرکزی روغتون چارواکي واېې چې د نجلۍ مړی اوس په روغتون کې دی او پوليسو م تجاوزين نيولي او هغوي په خپل جرم اعتراف کړی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اجل", "output": "اجل له مرګه نه ويريږم شهادت مې خوښ دی که مې اجل ستا له سترګو وي بيا خو نورعلی نور ويره مې داده چې زما پرمزاربه څوک توغ ودروي که دا کاروشو نو سره او شنه دسما� �ونه به پرې څوک تړي توخوښارۍ يې زمونږکلی ډير لرې دی د1388لمريزکال دغوايي 18مه کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دارواښادروهي دجنازې لیږدبه استعدادونه راوغوړوی", "output": "اوس قافلې دې بې خطره درومي مونږه په لارکې مشالونه بل دي ديپلوم انجينرموسی جان دنن نه لس ،کاله وړاندې دهيواد وتلی ادبي اوفرهنګي شخصيت محمدصديق روهي پداسې حال کې ،چې په افغانستان کې دکورني ورور وژونکي جګړې اورونه په هرځاي کې بل ؤ په جلا وطنۍ (دجرمني په هيواد کې دهغې ناروغۍ له کبله ، چې ده ته ورپيښه شوي وه په حق ورسيد او دده دمرګ غمجن خبردخبري سرچينوله لارې په ټوله نړۍ کې کې خپورشو اوددنياپه ټولوخورو وروملکوکې په هيواد اوخپل فرهنګ مينوافغانانو دده دمرګ خواشينوونکي خبرزموږ دټولنې اوفرهنګي چاپيريال دپاره يوه لويه اونه جبران کيدونکي پيښه وګڼله ، چې په هغه وخت کې دشرايطو دغوښتنې سره سم په موقت ډول دده جنازه په جرمني کې خاوروته وسپارل شوه ٠ پداسې حال کې ، چې اوس په افغانستان کې دسولې دنړيوالوقوتونوپه مرسته نسبي سوله اوثبات رامنځ ته شوي ده اوپه هيوادکې دعلمي اوفرهنګي ودې دپراختيالپاره مساعدشرايط شته ، داستادمحمدصديق روهي اودده دلوړفرهنګي شخصيت دپيژندني اوله دې لارې دهيواداوپه خاصه توګه دخوست ولايت دځوانانو دروزنې اوفرهنګي استعدادونو دراغوړيدوله پاره دزيات اهميت نه ډک کاردي ٠دروهي صاحب دسپيڅلي اوپه هيواداوخپلوخلکومين جسدپه انتقال سره به نه يوازي دده دپاک روح درناوي وشي، بلکې داکاربه ثابته کړي ، چې افغانان هيڅ کله هم خپل ملي مفاخير اوخدمتګاران نه هيروي ٠ په پوره باورسره ويلاي شم ، چې دافغانستان په پلازمينه کابل اوهمدارنګه دروهي صاحب په پلارنی خاوره خوست کی دده په نوم دعلمي موسسونومول به هغه کاروي چه نه يوازی به دده دتلپاتې خدمتونودحق په ځای کول وی بلکه په دې کارسره به زموږدځوان نسل په منځ کی خپل فرهنګ ته دخدمت مفکوره اواحساس پياوړی شي ،په اوسنې وخت کی چه زموږوياړلی هيواددژورفرهنګی بحران سره لاس اوګريوان ده دروهی صيب په څيردبډای اوغنی فرهنګی شخصيت پيژندنه اوخلکوته دهغه دنه هيريدونکوخدمتونورسول به ددغه بحران دستونزودحل په لاره کی ډيرګټورکاروی ، پداسی حل کی چه دروهی صيب پاک اوسپيڅلی روح ته خپلی دعاوی استوم پوره باورلرم چه دده زيارت به نه يوازی دخوست دځوانانولپاره دادبي محفلونواوجرګوځای شې ،بلکه دټول فرهنګ پال افغان ملت دپاره به خپل فرهنګ اواولس ته دخدمت يوه الهام بخښونکی سرچينه وي . روح ديې ښاداولاره دې روښانه وی داوکراين جمهوريت داديسې دښار څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ټورنټوسن ( کاناډا ):امریکا افغان انتخابات لوبوی", "output": "لیکوال : اریک مارګولیسمنبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )نېټه : ۲۰۰۹/۱۰/۲۵ هنری کیسنجر یو وخت ویلی وو چی د امریکا دوست کېدل د هغه تر دښمن کېدو ډیر خطرناک تمامیږی . بیچاره حامد کرزﺉ خو وګوری چی یو پخوانی خوش طبعه سوداګریز مشاور او د سي آی اې یوه « سرمایه » وه چی واشنګټن په افغانستان کی د ولسمشر په توګه نصب کړی دی .څنګه چی امریکا په زیاتېدونکی ډول په افغانستان کی پر شا په لغتو وهل کیږی ، نو د خپل ویر او اشتباه ملامتي پر بې صلاحیته کرزي باندی اچوی . موږ او تاسی اکثرأ د واشنګټن لخوا د « بد ګوډاګی ! بد ګوډاګی ! » د ملامتۍ فریاد اورو . د امریکا د کانګریس څیړنیزه څانګی په دې وروستیو کی واضح کړې چی په افغانستان کی د هر امریکایی عسکر پر اوسېدو باندی د کاله ۱٬۳ ملیونه ډالره خرڅ راځی . د کاناډایی پوځیانو لپاره هم تقریبأ همدومره مصارف راځی . دا ستر لګښتونه خو د تل لپاره مخته نسی وړل کېدای .د امریکا حکومت وغوښته چی کرزﺉ ایسته وغورځوی ، خو بل کوم معادل اطاعت کونکی او ډیر اغېزمن ځای ناستی یې پیدا نکړ . نو ځکه د ده له پاسه د یو امریکایی « لوی اجرایًیوی افسر » د ترپلو خبري کیدې ، یا دا چی د پخواني برتانوي راج په قاموس کی استعماری وایسرا ( مرستیال مشر ) بلل کېدﺉ . واشنګټن باالاخره دا فیصله وکړه چی د کرزي رژیم ته بله تکیه ورکړی او هغه ته په اګسټ کی د ملی انتخاباتو په کولو سره یو څه مشروعیت وبخښی . ملګري ملتونه چی ورځ په ورځ د امریکا د بهرنۍ تګلاری د یوې وسلې په توګه اوړی ، راوستل سوه تر څو رایی ښه صفا او وبرېښوی . کاناډا هم په مینه او شوق د ملنډو وړ دغی صحنې سره مل سوه .هیڅ سیاسی ګوندونو ته په هغه کی د مبارزې اجازه ور نه کړه سوه ، بلکی هغو افرادو ته په رایه ګیري کی اجازه وه چی د لویدیځ لخوا د افغانستان د نیونی ملاتړي وو . اشغالګر پوځ ـانتخابات د بهرنی اشغالګر پوځ تر ټوپکونو لاندی اجرا سول چی دا د نړیوال قانون څخه یو څرګند تیری دی . امریکا د انتخاباتو کمیسیون تمویلوی او د رایو مرکزونه یې د یوې فاصلې څخه په احتیاط سره څارل . شورویان ډیر ځیرک وو کله چی یې د افغانستان دغسی جعلی انتخابات مخته بېول .لکه ما چی د انتخاباتو څخه مخکی ویلی وو ، دا په یو لوی فریب کی بل خورا ستر فریب و تر څو په دې ډول امریکایی ، کاناډایی او اروپایی رایه ورکونکي وغولوی چی وګورﺉ په افغانستان کی دیموکراسي څنګه ښه ګلونه کړي دي . بدګومانه افغانان ښه پوهېدل چی دا انتخابات به ساختګی او غولونکی وی . اکثریت پښتنو یعنی د هېواد توکمیزه اکثریت رایی ورنکړې . دا « انتخابات » یوه سرځوړیزه ناکامی وه . دا د حیرانۍ وړ کومه خبره نه وه چی په کابل کی د واشنګټن نفر یعنی حامد کرزي هغه وګټل . خو د ده ملاتړو له نور افراط څخه هم کار واخیست او د رایو صندوقونو ته یې زیاتي رایی واچولې تر څو د سیال یعنی ډاکټر عبدالله عبدالله سره چی هغه هم د امریکا یو بل ملګری دی ، دوهم ځلی احتمالی انتخابات و نه سی . د کرزي او عبدالله کمپونو د امریکا د مرستو او مخدره ییزو پیسو د ویش په سر ، چی افغانستان یې باالکل فاسد کړی دی ، سختي ډغري سره وهلې .خو هغه انتخابات بې اعتباره سول ، د اوباما د حکومت دا پلانونه یې تم او شنډ کړل تر څو د دې انتخاباتو څخه یې افغانستان ته د نورو پوځیانو د ورلیږلو لپاره د مشروعیت کار اخیستی وای . د سپینی ماڼۍ دوهم پلان دا دی : د خپلو دوو متخالفو « پانګو » یعنی کرزي او عبدالله په یو ایًتلاف کی سره مجبورول . خو په یو تار د دوو ګوډاګیو تړل ، تر یوه غوره نه تمامیږی . واشنګټن د کرزي لاسونه وپېچل تر څو د هغه دوهم ځلي انتخاباتو سره موافقه وکړی چی کټ مټ به د تیرو انتخاباتو غوندی جعلی او ساختګی وی . قومیت او قوم په افغانستان کی هغه رنګ دی چی هر څه د ناکامۍ سره مخامخ کوی . کرزی یو پښتون دی ، خو په قومی سیاست کی تقریبأ کومی جرړي نه لری . خو مهذب او مؤدب عبدالله هم چی د واشنګټن په جېب کی قرار لری ، نیم پښتون او نیم تاجک دی . مګر دﺉ یو تاجک ګڼل کیږی چی پخپله هم د دې توکمیز اقلیت ویندوی دی چی هغوی اکثریت یعنی پښتانه ترټی او کرکه ورڅخه لری . تاجکان به عبدالله ته رایی ورکړی خوپښتانه به یې ورنکړی . که امریکا عبدالله د کرزي سره په یو ایًتلاف کی راولی ، نوپښتانه به چی د وګړو ۵۵٪ جوړوی ، د دغسی یو نوي رژیم ننګه و نه کړی چی هغه به اکثریت افغانان د لویدیځ د خوښي وړ کسان او د تاجکو مسلط رژیم وبولی .عبدالله په خپل شمال کی هم ځینی ناخوښه ملګري لری چی هماغه د افغان کمونیسټ ګوند پخوانیً لوی مقام محمد فهیم او ازبک جنګسالار رشید دوستم دی چی دواړه جنګی جنایت کاران هم دي . د هغوی شا ته تاجک شمال ایًتلاف او نوﺉ راټوکېدلی افغان کمونیسټ ګوند ولاړ دی ، چی دواړو ته روسیه پیسې ورکوی او ایران او هند یې ملاتړ کوی . خو د طعنې او پېغور خبره دا ده چی امریکا نن د افغانی کمونیسټانو نږدې ملګری دی او د خپلو هغو پښتني ملګرو سره جنګیږی چی په ۱۹۸۰ لیسزه کی یې د شوروی پر ضد په جنګ کی ملګري وو . د شمالی امریکا اکثریت وګړي په دې نه دي خبر چی دوی نن د افغانی کمونیسټانو او هغو کسانو ملاتړ کوی چی د افغانستان غوړېدلیً مخدره ییز کاروبار کنټرولوی . که حامد کرزﺉ په رښتیا هم غواړی چی ځان د یو معتبر او واقعی ملی مشر په توګه راولی ، نو باید د امریکا او ناټو څخه وغواړی چی خپل اشغالګر پوځونه وباسی او افغانان پریږدی چی خپلی شخړی او مناقشې د خپلو دودیزه او روایتی لارو څخه حل کړی . پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خپلواکو رسنيو د مهار ولو هڅې روانې دي", "output": "د ادارو مشران د قانون د مادو په پ� �تله ژر- ژر بدلېږي، همدا لامل وي چې د قانون د مادو پر تصويب ورځې – ورځې بحثونه کېږي خو چارواکي په يوه ورځ په دنده ګومارل کېږي . خو په خواشيني سره، چې د هېواد په ځينو قانونو کې له اوږدو بحثونو سره – سره بياهم داسې م ادې تصويب او حتى د ولسمشر له توشيح څخه وروسته يې د قانون بڼه موندلې چې ګونګې او ستونزې رازېږونکي دي . يو له دغو قوانينو څخه د ډلييزو رسنيو د قانون مسوده ده . د ډلييزو رسنيو د قانون مسوده په ٩څپرکو ا و ٤٢ مادو کې د حکومت له خوا تېر کال ولسي جرګې ته د تصويب په موخه لېږل شوې وه . ولسي جرګې پر دغه مسوده د روان کال ( ١٣٨٦ ) د غويي په لومړۍ کار پيل او د ١٦ نويو مادو په اضافه کولو ، د ځينو مادو په حذف او ادغام يې په ١١ فصلونو ا و ٥٣ م ادو کې د غبرګولي په لومړۍ تصويب کړه . دغه مسوده باندې مشرانو جرګې د ديني او فرهنګي چارو کميسيون هم اوږده بحثونه وکړل او ځينې تعديلات يې په کې راوستل . خو ځېنې مادې چې له سره ګونګې دي، هماغه شان ګونګې پاتې شوې او � �ايد همداسې ګونګې په عمومي غونډه کې تصويب او وروسته توشيح هم شي . ددغې مصوبې د ټولو مادو په اړه بحث کول د � �يکلو او لوستلو له حوصلې پورته دي ، يواځې د هغو مادو په اړه يې لنډه يادونه کوم چې اندېښنې راپورته کوي . د � �لييزو رسنيو په مصوبه کې جنجالي بحث د جزايي حکمونو څپرکى دى ، چې د مشرانو جرګې ياد شوي کميسيون پرته له کوم تغيره د ولسي جرګې تصويب تاييد کړى دى . په دغه فصل کې هغه شيان راوړل شوي دي د کومو چې خپرول منع ګرځول شوي ، خو په دغه فصل کې راغلي اصطلاحات نه دي تعريف شوي . د هتک حرمت ، حقيقي او حکمي کسانو ته سپکاوى او ددوى د � �خصيتونو زيانمنېدل ، اروايي امنيت او د ټولنې اخلاقي سلامتيا ته زيان رسول او ... هغه اصطلاح ګانې دي چې د م� �ي شورا دواړو جرګو منع ګرځولي ، خو دغه نومونې نه دي تعريف شوي . لکه وړاندې چې وويل شول حکومتي کسان ژر بد� �ېدونکي دي خو د قانون مادو بدلول وخت اخلي . موږ په خپل لنډ عمر کې په دولتي لوړو پوستونو کې ډول – ډول کسان وليدل او دهغوى د اعمالو شاهدان وو . اوس اندېښنه داده چې که يادې شوي ګونګې نومونې همداسې تصويب او بيا توشيح شي ، څه ضمانت شته چې هغه به يو وخت چارواکي په خپله شخصي ګټه ونه کاروي ؟؟؟ و ګورئ! کله چې د مهم شخص د خيانت په اړه څه ليکل کېږي ، هغه جناب ورته بل رنګ ورکوي . د بيلګې په توګه کله چې څوک د داخلي جګړو چې زموږ وياړونه يې وشرمول او د شهيدانو هيلې يې تر پښو لاندې کړې ، په اړه څه ويل کېږي او نيوکه پرې کېږي ، ککړ مشران دغه نيوکه د جهاد او اسلام پر ضد ګڼي او په دې توګه دخپل جرم د پټولو هڅه کوي . دغه شان که تاسو تش په نوم د کوم م ذهبي شخص ناروا کارونه په ډاګه کړئ نو غبرګون به داوي چې تاسو مذهب ته سپکاوى کوي ، حال داچې مذهب دټول دى د يوه شخص نه دى . دغه حقايقو ته په پام ، د يادو شويو نومونو تصويب هم ورته اندېښنو ته لاره اواروي . ددغه شان مادو او نومونو تصويب د خپلواکو رسنيو دمهار کولو يوه خطرناکه وسيله ده . دولتي رسني هميشه ددولت صفت کوي او په نيمګړتياوو، يې سترګې پټوي . دا خپلواکه رسنۍ دي چې نيمګړتياوې په ډاګه کوي او واقعيتونه خپروي او په دې توګه دعدالت په تامين کې مرسته کوي . د يادې شوې مصوبې له توشيح وروسته ، به خپلواکه رسنۍ له يوه ګواښ سره مخ شي . دوى به دهغو کسانو په اړه چې لوړې څوکۍ او واک لري ، هيڅ نه شي ليکلي او دا ځکه چې هغوى بۀ دغه شان ليکنې هتک حرمت ، سپکاوي ، اروايي امنيت ګډوډلو او .... په ماناګڼي او ژورنالستان به تر فشار لاندې نيسي . اوس چې لا يادو شويو مادو د قانون بڼه نه ده موندلې ، په ځينو سيمو کې امنيتي چارواکي ژورنالستانو ته د ناوړه امنيتي وضع په اړه معلومات نه ورکوي او حتى ګواښوي يې چې دغه شان ګزارشونه ويره پيداکوي او بايد خپاره نه شي . دغه شان تراوسه د کورنيو چارو پخواني وزيرعلي احمد جلالي په ګډون هيچا جرئت ونه کړ چې د نشه يي توکيو په قاچاق کې دلوړ پوړو دولتي چارواکيو نومونه واخلي او ... نو که يادې شوې ګونګې نومونې ( اصطلاح ګانې ) هماغه شان قانوني بڼه غوره کړي نو بيا به څوک دومره جرئت وکړي ؟؟؟؟؟ ځکه هغه وخت به دغه شان ليکنو ته دهتک ح رمت ، سپکاوي او ... نوم ورکول کېږي او په بنديخانو کې به له مجرمانو ژورنالستان ډېر وي . ښه خبره داده چې که دولت رښتيا هم دخپلواکو رسنيو ملاتړ کوي ، نو د هغوى په قانون کې دې داسې ګونګ شيان پرېنږدي چې وروسته ترې دهغوى په ضد ګټه واخيستل شي . د زمري ٣١ مه ، کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف احمدي: په هلمند کې مو کورنیو او بهرنیو سرتیرو ته تلفات اړولي", "output": "نتکۍ د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن د یکشنبې په ورځ وویل چې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د دشت سیمه کې یې د ظریف خان د کور په علاقه کې دوه کورني عسکر په مخامخ حمله کې وژلي دي. د نوموړي د وینا له مخې چې د هلمند د واشیر ولسوالی د سنګیلانو په سیمه کې یې یو بهرنی ټانکی په ماین الوزولی او پکې سپاره ټول سرتیري یې له مینځه وړي دي. په ورته وخت کې د هلمند د ګرشک د نهرسراج د مکتب په سیمه کې هم یو صرف موټر د طالبانو په ماین ختلی او پکې ناست حکومت پلوه سرتیري وژل شوي دي. د هلمند د امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې هم ومنله چې د ګرشک په سیمه کې دوه محافظ سرتیري د دولت ضد ټوپک درلودونکو په ډزو وژل شوي دي. سرچینې د هلمند ولایت د نورو پیښو په اړ مزید تفصیلات بینوا ویب پاڼي ته ندي سپارلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار : په هوايي ډګر کي شل کيلو ګرامه هيروين ونيول سوه", "output": "احمد لودين په کندهار کي د سرحدي پوليسو د څلورمي لوا درستيزال جنرال عبدالرازق بينواته وويل چي نن سهار يي د کندهار په هوايي ډګر کي شل ګيلوګرامه هيروين چي د پنځو تنو له خوا د د جامو ايښودلو په بستو کي په ډير مهارت ځاي پر ځاي سوي وه او هندوستان هيواد ته يي ليږدول نيولي دي .جنرال رازق وويل چي د نوموړو نشه ايي توکو سره يي دتړاو په تورپنځه کسه چي د هرات ولايت اوسيدونکي هم دي نيولي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پکتيا کي د ( نښتر ) دوديزي مشاعرې پيل شوې", "output": "بېنوا ويبپاڼه - مونشن - جرمني د ګران هيواد افغانستان په لويه پکتيا د ګردېز په ښار کي دښاغلي محمد امين بسمل په نوښت او دپکتيا ولايت د ادبي بهير په زيار د نومبر په يولسمه نېټه د ( نښتر ) په نوم کلنۍ مشاعره دود شوه چي په نوموړې نېټه د المان د مونشن په ښارکي هم د محمدامين بسمل په نوښت د ( نښتر ) په نوم کلنۍ مشاعره دود او د ورځي په اوږدو کي يې له ګردېزسره مخامخ تيلفوني اړيکه لرله ، او يو او بل ته يې د مبارکۍ او خوښۍ پيغامونه اوروله . په ياده شوې مشاعره کي د هيواد له يو شمېر نورو سيمو څخه هم دپښتو ژبي شاعرانو او مينه والو ګډون کړی و . ددې سره په څنګ کي د نارنج ګل دوديزه کلنۍ مشاعره چي له ۲۰۰۱زېږديز کال څخه راپه دې خوا د مونشن په ښار کي دود ده هم ترسره شوه . د يادولو وړ ده چي په لويه پکتيا کي يوازي د شاعرانو شمېر دوو سوو تنو ته رسېده ، او نور مېلمانه خو يې هغه د چا خبره له شمېر نه زيات وو . د مونشن د غبرګو مشاعرو په پای کي د شپې هغه فلم وښودل شو چي ښاغلي محمدامين بسمل د پکتيا ولايت د زرمت د سهاکو څخه راثبت کړی و، او بيا د زرمت په ډاګو کي د سانګو ، ډولونو او مستو نغمو په ږغولو بريالی شوی و او د تورتم او ناپوهۍ ټغر يې ورټول کړی و . بيا د زرمت په باغچو کي ګلان وسپړېدل او بلبلانو له سره نغمې پيل کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کي دجګړې دجنايتکارانو محاکمه", "output": "په افغانستان کي د جګړی د جنایت کارانو محاکمه دغه کتاب په � �۲۲ مخونو کي لیکل شوی ، درې برخي پنځه څپرکي لري . د کتاب په لمړۍ برخه کي د نړیوالو حقوقو د اصولو په رڼا دجګړې د جنایت کا� �انو محاکمه څیړل شوې ده . دوهمه برخه: په افغانستان کي د جګړې د قوانینو سرغړوني ته ځانګړې شوېده . په دریمه برخه کي په افغانستان کي د جنگي جنایت کارانو د محاکمې عملي لاري چاري ارزول شوي دي . د کتاب نوم : په افغانستان کی د جګړی جنایت کارانو محاکمه . لیکوال : دوکتور م ، ع � �وستار تره کی . د چاپ نیته : ۲۰۰۱ م د چاپ شمیر : ۱۰۰۰ توګه د کتاب د تر لاسه کولو پته : abasin41@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملالۍ هم پرليکه شوله", "output": "ملالې مجله چي په کابل کښي چاپيږي او د ښځو لپاره ځانګړې او خپلواکه مجله ده يو د هغه نوم وتو مجلو څخه ده چي په لومړي ځل په افغانستان کي د وروستي سياسي بدلونوسره سم ئې د مطبوعاتو په ډګر کي سر راښکاره کړه او په خپل دغه لنډ مهاله يون کي ېې تر اوسه د جرمني او امريکا جايزې تر لاسه کړي دي ددې مجلې موسيسه او چلونکې جميله مجاهد ده چي تر دې دمه ئې 28 ګڼي خپرې کړي دي او دادی په لومړي ځل د چاپي بڼي تر څنګ د انټر نيټ پر نړيواله پرده هم را څرګنده شول بېنوا پاڼه وياړي چي ورځ په ورځ ئې د رسنيو د ځينځر کړۍ يو په بل پسي اوږديږي چي دادې ملالۍ هم پکښي زياته شوه مينه وال ئې ليدو ته رابولو http://benawa.com/rasanay/malalai"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په امريکا کي دسپټمبر ۱۱ دپیښې یو تورن محاکمه کیږي", "output": "سلگونه تنه هغه امریکایان چې د ٢٠٠١ میلادي کال دسپټمبر په یولسمه یې خپل خپلوان په پیښه له لاسه ورکړي نن دامریکا دمتحدوایالاتو په ویرجینیا کې دمحکمې مخ ته راټول شوي او دهغه تورن چې ویل دسپټمبر له پیښو خبر وه محاکمه څاري. دغه تورن موسوي نوميږي فرانسوی له اره دمراکش او سیدونکی دی. دنوموړي مدافع وکیلانو ویلي چې نوموړی دومره مهم شخص ندی او که چیرې اعدام شي دوکیلانو پر وینا شهید اتل به وي. ویل کیږي موسوي داعدام له سزا سره مخ شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "راويښه شوه...", "output": "كابلراويښه شوه... شاوخوايې خلك را ټول وو د ځينو پر مخونو پري� �اني خوره وه، ځينې بې واره وو او ځينو ژړل. كله چې ډاكټر خپل سر د (نه) په معنى وښوراوه، نو پريشاني او بې واري هم د ژړا ملتيا وكړه، د ټولو له سترګو اوښكې روانې شوې. ډاکټرد هغه پر زړه لاسونه کېښودل او زړه ته يې د لاسونو په فشار سره، مصنوعي ساه وکړه. کله چې يې سترګې وغړولې، پوهېږې څه وشول؟ هغه چې د ده په زړه کې اوسېده، په ډېر ناز راويښه شوه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قومي جوړښتونه او په امنيت كې يې ونډه", "output": "شك نه شته چې افغانان د يوداسې لرغوني او پخواني كلتور څښتنان دي،چې له يوې خوا قدامت لري او له بلې خوا افغانان ورته د قدسيت په سترګه ګوري،دا هم جوته خبره ده چې د كلتور لرغونتوب د همغه ملت د اوږده تاريخ خبرې كوي،قومي جوړښت چې د افغاني كلتور يوه مهمه او ژوندى برخه ده ،په هغه اندازه قدامت لري څومره چې افغاني كلتور پخوانى دى،هغه مها ل چې په افغانستان كې اساسي قوانينو وجود نه درلود همدا قومي مخور كسان او مشران وو چې د هرې ستونزې د حل لار به يې د قومي جوړښت په اصولو او عنعناتو كې � �ټوو او داسې د حل لارې يې كيښودې چې اوس هم زمونږ د عرف او عنعاني په چوكاټ كې مهم رول لري،يانې دا مهال هم ډيرې ستونزې د همدي قومي عرف او عنعانې په چوكاټ كې د حل لار مومي،شك نه شته چې جنګ او جګړې زمونږ د ژوندهر اړخ داسې ولړزوو چې بېرته رغول يې رښتيا هم ډير وخت او امكاناتو ته اړتيا لري،هغه څه چې په دې دوران كې ډير ټكنې نه شول هغه قومي جوړښت وو،يانې د جنګ په كالونو كې هم هغه قومي جوړښت يو څه پياوړى پاتې شو،دا چې د جنګ په كالونو كې په ټو� �نه باندې خپل سري او ګډوډي حاكمه وه نو هيچا نه قوانين پيژندل او نه يې هم دوخت قوانينو ته درناوى درلود،كله چې په ټولنه كې قانون وجود ولري نو طبعي ده چې انسان به د ستونزې پرمهال ورته مخ اړوي خو كله چې قانون وجود ونه � �ري او يا هم د يوې ډلې په لاس كې لويدلى وي نو شك نه شته چې خلك به دقانون په ځاى د ستونزې د حل لار په قومي عرف او � �واج كې لټوي،همدا لامل دى چې په افغاني ټولنه كې قومي جوړښت او دستور ته د ستونزو دهواري د يوې معتبرې منبع په سترګه كتل كيږي،دا مهال چې په هيواد كې امنيتې وضعه يوڅه ټكنۍ غوندې ده نو كه چېرې قومي جوړښت او دستور ته مخ وګ� �ځول شي شك نه شته چې د وضعې د بهبود له پاره به ګټوره او موثره ثابته شي،په تاريخي لحاظ چې كله دولت له ستونزو سره مخامخ شوى نو خپل مخ يې اولس او قومي رسم رواج ته ګرځولى او د تل له پاره په دې بريالى شوى چې ځان د قومونو په ملتيا له هر ډول ستونزې څخه راوباسي،قومونو او اولسونو هم د خپل دولت سره د هرې ستونزې پر مهال مرسته او همكا� �ي كړي ،اوس هم دولت بايد ځان قومونو او د قومونو جوړښتونو ته نږدې كړي او اولس په دې وپوهول شي چې امنيت يوازې ددولت نه بلكې د ټولنې د هر فرد په ګټه دى،كه چيرې په ټولنه كې امنيت وجود ولري نو پرته له شكه چې هره كورنۍ به خپل بچيان پرته له ويرې او ډار مدرسو او ښوونځيو ته وليږي،خلك او اولس به د روحي سكون په فضا كې د ژوند چارې پرمخ بوځي او بالاخره به د ژوند په هر ډګر كې وده او انكشاف په وجود راشي ،خو كه په ټولنه كې امن وجود ونه لري نو شك نه شته چې ټولنه به په مادي او ماناوي لحاظ ځوريږي او پايله به دا شي چې هر ډول وده او پرمختګ به په ټپه ودريږي چې دا حالت د يو ملت د پرشاتګ څخه بله هېڅ ډول مانانه لري،دا چې په ټولنه كې امن د هر چا په ګټه ده نو لازم دادي چې هر څوك يې په منځ ته راتګ كې هڅه او مرسته وكړي،قومونو چې د تاريخ په اوږدو كې د هيواد پر وړاندې خپل ملي او ايم اني پور ادا كړى،اوس يې هم دنده او مسوليت جوړيږي چې د خپل هيواد د ماناوي او مادي پرمختګ له پاره د زړه له تله هڅې وكړي،د هيواد په مادي او ماناوي پرمختګ سره د هر انسان د ژوند په هر ډګر كې مثبت او ژور بدلونونه راتلى � �ي،نړۍ وګورئ په كومه خوا روانه ده او وګړي يې د خپل اولس او ملت د سوكالۍ له پاره څه ډول هڅې او زخمتونه ګالي،دا چې د هغوى په نسبت مونږ ډېر تر شاه پاتي يو نو لازم دادي چې هڅې او كوښښونه موهم له هغوى څو چنده زيات وي،ترڅو د همدې هڅو او زخمتونو پرمټ خپل هيواد او ملت د شته خوارۍ،بې وسۍ او بدمرغۍ له پنجو څخه را وباسو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دایساف ځواکونه به هلمند کې پاتې وي.", "output": "دناټو په مشرۍ دسوله ساتو یا ایساف ځواکونو وروستی ټولې هغه ادعاوې چې دغه ځواکونه به دهیواد له سویلي ولایت هلمند څخه ووځي په کلکه رد کړي. بینوا ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ددغو ځواکونو مشر دیوید ریچردز داخبره سپینه کړې چې له هلم ند څخه دوتلو کوم پلان نلري. خبرپاڼه لیکي چې کندهار کې خبري غونډې ته ددغو ځواکونو قومندان دیوید داسې ویلي وه چې دهلمند د ځینو ولسوالیو له مرکز به یې سرتیري وځي نه له ټول هلمند څخه، دوی وایي خبري رسنیو پدې اړه غلط راپورونه ورکړي دي. ریچرد ویلي هڅه کوي ملي اردو په دغو سیمو کې لا زیات دامنیت په راوستلو کې گټور گامونه پورته کړي. هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ایساف ته دامن په راوستلو کې تل داخ او ډب ډگر گرځیدلی او پخوا له دوی ائتلافي ځواکونه هم دلته د امن په راوستلو کې ناکام پاتې شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "Canwest: په کندهار کې د بندیانو شکنجه", "output": "په کندهار کې د بندیانو شکنجه سرچینه: کن ویسټ رپوټ: متیو فیشر ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی کندهار – افغانستان: د کندهار په سرپوزه زندان کې بندیان شکنجه شوي وو، خو په هغه تعداد نه چې تیره اونۍ یې شمیر یوه کاناډایې ديپلوات ویلی وو، دغه خبر د کندهار د محبس ریس څرګند کړ.د کندهار د محبس ریس ډګرمن عبدالله باور کنویسټ ورځپاڼي ته ویلي :(( هو، بندیان شکنجه شوي وو، یو شمیر یې سخت وهل شوي وو، په ځنځیرانو او د بریښنا په مزو د بندیانو لاسونه اوپښې تړل شوي وې، یو شمیر خو تر دې حد پوري وهل شوي وو چې لاسونه او پښې یې مات کړای شوي وو)).دا نده څرګنده چې د کندهار د محبس د بندیانو شکنجه څه وخت پای ته رسیدلي ده او که ایا اوس هم روانه ده؟ورځپاڼه له ښاغلي باور څخه په حواله کاږي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د سرپوزې په زندان کې د بندي شاوخوا ۱۱۰۰ تنو څخه نږدې ۱۰۰ تنه یې په فزیکي ډول په ډیره بي رحمۍ سره شکنجه شوي وو.د کنویست ورځپاڼي هغه خبریال چې د سرپوزې د زندان له ریس سره یې په کندهار کې د همدې محبس په دننه کې مرکه تر سره کړي کاږي چې دا ناممکنه ده چې څومره هغه بندیان به شکنجه شوي وي چې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو له خوا افغان دولت ته سپارل شوي دي.ښايي دغه شمیره سلګونو تنو ته وسيږي.کاناډايي دیپلومات ریچارد کولفین چې په دې ورستیو کې له کندهار څخه لیدنه کړي ده، کاناډا ته په ستندیو سره د پارلمان دفاعي کميټې ته دوینا پر مهال وویل چې ده داسي شواهد اواسناد تر لاسه کړي چې په سلګونو هغه بندیان د کندهاري چارواکو له خوا د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ شکنجه شوي چې د کاناډآيي سرتیرو له خوا له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي ول او وروسته بیا کندهاریوچارواکو ته سپارل شوي ول.د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د اسدالله خالد په نامه د یوه کس له خوا کندهار اداره کیده او نوموړی به خامخا د دغو شکنجو په اړه یا د کور دننه او یاهم نړیوالو محاکموته را کاږل شي.د کندهار د زندان ریس د ښاغلي کولفین له هغوڅرګندونو سره هم مخالف دی چې وایې ټول طالب بندیان شکنجه شوي دي.ښاغلي باور وویل چې ډیری شکنجه شوي بندیان هغه کسان دي چې د کاناډايي ځواکونو له خوا افغان دولت ته نه دي سپارل شوي بلکه هغه بندیان دي چې د زندان بل اړخ ته له عمده سیاسي طالب بندیانو لري ساتل کیږي.د کندهار د سرپوزې زندان دغه صادق لفظه زندان مشر ښایې د ښاغلي کولفین د هغو څرګندونو څخه پوره خبر نه وي چې په کاناډا کې یې غوغا رامنځ ته کړي ده او ښایې د سرپوزې په زندان کې د زندانیانو شکنجه کاناډا ته لویه نړیواله ستونزه رامنځ ته کړي.ډګرمن باور له ۲۰۰۵ کال را پدې خوا تر هغه مهاله پوري د کندهار په زندان کې د یوه ټیټ پوړي مامور په توګه کار کاوه چې د کندهار پر زندان د طالبانو له خوا برید وشو او وروسته بیا د زندان مشر عبدالقادر پوپل د حکومت له خوا له دندې ګوښه کړای شو او پر ځای یې ډګرمن باور د زندان مشر په توګه وټاکل شو.د سرپوزې د زندان اوسنی مشر ښاغلی باور وایې: (( د زندان پخواني مشر ښاغلي پوپل له کاناډايي سرتیرو سره راشه درشه لرله،تل به مو لیدل چې کاناډآيي سرتیري د هغه دفتر ته ځي راځي خو د هغوي د خبرو په جزیاتو نه یم خبر)).ښاغلي باور دا مشخصه نکړه چې د سرپوزې د زندان د کومي کټګورۍ زندانیان په څه شمیر شکنجه شوي دي خو نوموړي وویل چې ډیر خلګ په دې پوهیږي چې هغه بندیان ډیر شکنجه شوي چې د افغان چارواکو له خوا نیول شوي دي نه د کاناډایانو له خوا او په شکنجه شویو بندیانو کې طالبان یعني سیاسي بندیان او هغه هم لوړ پوړي طالبان هم شامل ول.ښاغلی باور د کاناډايي دیپلومات له هغو څرګندونو سره ورته څرګندوني لري چې وایې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د کاناډايي ځواکونو له خوا نیول شوي ډیری هغه بندیان چې افغان حکومت ته په کندهار کې سپارل شوي ول بي ګناه او عادي افغانان ول.د کندهار د زندان د اوسني ریس پر وینا چې دوي څو څو ځله د پوپل د ماموریت پر مهال هغه ته ویلي وو چې زندان ساتونکي له زندانیانو سره سم سلوک نه کوي، هغوي وهي، ډبوي، او نار یې ساتي خو هغه په دغو خبرو باندي سر نه وو ګرځولی. د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې د کندهار پر زندان د برید پر مهال د زندان له دننه څخه د سلګونو تنو زندانیانو د تيښتي پر مهال ښاغلي باور خپل یو زوی او یو خوریې هم له برید کونکو سره د جګړې پر مهال له لاسه ورکړل خو نوموړی په ډیر قهر سره د بندیانو شکنجه غندي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لقمان خپل زوی ته په وصیتونو کي تربیوي اصول (۲)", "output": "ِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَ� �ُوعًا_ إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا_ وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا_ إِلَّا الْمُصَلِّينَ _ الَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ ( سورة المعارج 19-23) انسان حرص ناک پیدا شوی دی کله چي تکلیف ورته ورسېږي وېر او ماتم کوي او کله چي خیر ورته ورسېږي بیا یې منع کوي او د الله تعالی په لار کي یې نه خرچ کوي م ګر داسي نه دي هغه لمونځ کوونکي چي هغوی د خپلو لمونځونو تل پابند وي . لمونځ د ګناهونو د بښل کېدلو او د هغوی د محو کولو یو سبب دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : أَرَأَيْتُمْ لَوْ أَنَّ نَهْرًا بِبَابِ أَحَدِكُمْ يَغْتَسِلُ مِنْهُ كُلَّ يَوْمٍ خَمْسَ مَرَّاتٍ هَلْ يَبْقَى مِنْ دَ� �َنِهِ شَيْءٌ؟ قَالُوا لَا يَبْقَى مِنْ دَرَنِهِ شَيْءٌ قَالَ: فَذَلِكَ مَثَلُ الصَّ� �َوَاتِ الْخَمْسِ يَمْحُو اللَّهُ بِهِنَّ الْخَطَايَا (رواه البخاري ومس� �م). آیا تاسو لیدلي دي چي که له تاسو څخه د یوکس په دروازه کي یوه لویه ویاله بهېږي او هغه په ورځ کي پنځه ځلي په هغه ویاله کي لامبېږي نو آیا د هغه په بدن به څه خری (چټلتیا) پاته شي ؟ اصحابو په ځواب کي ورته وویل چي نه ؛ خری نه پاته کېږي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل همدا د پنځو وختونود لمونځونو مثال دی چي الله تعالی ورباندي ګناهونه صفا کوي . په لمانځه کي د روح غذاء ده ، پنځه وخته لمونځ د انساني روح ورځنۍ غذا ده لکه د انسان خیټه چي ورځنۍ غذا ته اړتیالري ، په لمانځه کي انسان له خپل پروردګار سره م ناجات کوي چي د هغه په وسیله د هغه روح شفا پیدا کوي اوزړه یې روغېږي . په لمانځه کي انسان ته د نظم د ساتلوتمرین ورکول کېږي او هغه په عبادت کولو معتاد کېږي او دا نظم د جماعت په لمانځه کي له ورایه لیدل کېږي . د جماعت په لمانځه کي د اسلامي اخوت مراندي ټینګېږي او د مسلمانانو تر مینځ د محبت اړیکي تقویه کېږي همدا راز د مسلمانانو قوت څرګندېږي ، په جماعت سره د لمانځه په ادا کولوکي د مسلمانانو تر م ینځ د زړونو بدوالی لېري کېږي ، د زړونو په مینځ کي مینه او الفت پیدا کېږي او د هغوی یووالی او وحدت ټینګېږي . (هـ) امر بالمعروف او نهی عن المنکر : وروسته له هغه چي لقمان خپل زوی ته د ایمان او توحید او د والدینو د احسان او د لمانځه د قایم کولو په هکله توصیې وکړې اوس ورته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده سپاري چي دا دټولني د اصلاح او رغوني له بنسټېزو اصولو څخه دی کله چي په دې کار کي خلګ یو بل ته اوږه ورکړي بیا به له هغوی څخه هیڅ یوه اخلاقي خوبي نه ضایع کېږي او نه به د هغوی په مېنځ کي کوم منکر او ناروا کار وجود ومومي . په دې کي څه شک نشته چي الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت تر ټولو امتونو غوره او بهتر امت ګ� �ځولی دی او د هغه د غوره والي بنیادي وجه په الله تعالی ایمان او عقیده او د خلګو نېکي لاري ته رابلل او بدو چارو څخه منع کول دی لکه چي فرمایې : كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُ� �ُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ (سورة آل عمران۱۱۰) یاست تاسي (مسلمانان) هغه غوره امت چي د خلګو لپاره را اېستل شوي یاست په نېکو کارونو به حکم کوۍ او له بدو او ناروا کارونو څخه به منع کوۍ او په الله تعالی به ایمان او عقیده لرۍ . په دې اساس امر بالم عروف او نهی عن المنکر او ناروا کارونو ته په نصیحت او په عملي ګټورو طریقو سره تغیر ورکول د ټولني په بیارغونه او سمونه کي او د هغې په جوړښت کي ستره فعاله ونډه اخلي او د ټولنو په اصلاح او سمون کي په هر مثمر شکل ونډه اخېستل یو اخلاقي عمل او د مسلمان دیني او انساني فریضه ده. ددې واجب په سرته رسولو سره ټولنه له اخلاقي انحراف اوله عقیدوي ښویېدني څخه راګرزي ځکه خو اسلام دا مسؤولیت بې له استثناء د ټولو مسلمانانو په غاړه ور اچولی دی او هغوی یې مکلف کړي دي چي د اسلامي تعلیماتو له مخي د اسلام د اخلاقي او عقیدوي بندرونو پيره داران واوسېږي ، دا د هرمسلمان فریضه ده چي کله یو ناروا عمل او یا عقیدوي انحراف وویني که یې قدرت وي د مټي په زور د دهغه مخه ونیسي او جهاد د ورسره وکړي او که یې د ژبي توان وي نو په خبرو او نصیحت د یې منع کړي او همدا راز د هغه منکر او د منکر مرتکب انسان په زړه کي بد و اېسوي په دې دریو صورتونو کي هغه مؤمن دی او که له دې دریو شکلونو څخه یو هم ونکړي نو هغه له ایماني غیرت څخه محروم دی ، له اخلاقي او عقیدوي انحراف څخه د ټولني ساتنه یو اجتماعي مسؤولیت دی چي په هیڅ شکل ور څخه لاس اخېستل نه دی په کار او که لاس ور څخه واخېستل شي ټولنه په مجموعي شکل د الله تعالی له رحمت څخه شړله کېږي او د هغه عمومي عذاب ته دعوت ورکوي چي د الله تعالی عذاب ډېر شدید دی او بد مرغه او نېکمرغه ټول په بر کي نیسي لکه په قرآن کریم کي چي د تېرو قومونو په هکله بیان شوی دی . لعن الذين كفروا من بني إسرائيل على لسان داوود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون كانوا لا يتناهون عن منكر فعلوه لبئس ما كانوا يفعلون (الم ائدة) د الله تعالی له رح مت څخه رټل شوي دي هغه څوک چي کافران شوي دي له بني اسرایلو څخه د داؤود علیه السلام او عیسی بن مریم علیهما ا� �سلام په ژبه دا په دې وجه چي هغوی نافرماني وکړه او تجاوز یې کولو ، هغوی له بدو کارونوڅخه چي کول یې یوبل نه م نع کول زیات بد وو هغه څه چي دوی به کولو . عن حُذَيْفَةَ بن الْيَمَانِ عن النبي صلى الله عليه وسلم قال وَالَّذِي نَفْسِي بيده لَتَأْمُ� �ُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عن الْمُنْكَرِ أو لَيُوشِكَنَّ الله أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا منه ثُمَّ تَدْعُونَهُ فلا يُسْتَجَابُ لَكُمْ (سنن الترمذي) له حذیفه رضي الله تعالی عنه څ خه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زما د قسم په هغه ذات وي چي زما ساه د هغه په واک کي ده یاخو به تاسو خامخا په نېکوکارونو حکم کوۍ او هرومرو به له بدو کارونو څخه منع کوۍ او یا خو نژدې دی چي الله تعالی له خپله لوري په تاسي باندي یو عذاب راولي بیا به هغه درننګوۍ خو ستاسي دعاګاني به نه قبلوي . په دې وصیت کي یوبل تربیوي اصل دی چي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په سرته رسولو کي داعي مسلمان ورته متوجه کوي هغه د صبر او زغم تلقین دی ، د الله تعالی لورته دعوت او بلنه له داعي انسان څ خه د هغه مقاومت په مقابل کي چي ددعوت د دښمنانو له خوا ترسره کېږي زیات صبر او حوصله غواړي ځکه چي خلګ فطرتاً د جهالت له وجهي د هغه څه په وړاندي مقاومت کوي چي مخکي ورباندي خبر نه وي مقوله ده : الناس � �عداء لما جهلوا خلګ د هغه څه دښمنان وي چي نه وي ورباندي خبر . اوبل د منک� �اتو مرتکب انسانان کله هغه څوک خوښوي چي د هغوی د جرایمو مخنیوی کوي په دې اساس لقمان حکیم خپل زوی ته وایې چي که ددعوت په مسیر کي ستونځي درته را مخ ته شي او شریر مزاج مفسدین درته خنډونه ایجادوي او تکلیف درته متوجه کوي خو له دې تګلاري څخه به نه آوړې او دا عمل به نه پرېږدې او په دې ستونځو او تکلیفونو به صبر کوې او له زغم څخه به کار آخلې ځکه چي د حق په مقابل کي د باطل غبرګون یو فطري عمل دی ، په همدې شکل به د بري ساحل ته رسېږې او د الله تعالی د رضا مقام به ترلاسه کوې. أم حسبتم أن تدخلوا الجنة ولما يأتكم مثل الذين خلوا من قبلكم مستهم البأساء والضراء وزلزلوا حتى يقول الرسول والذين آمنوا معه متى نصر الله ألا إن نصر ال� �ه قريب ( البقرة ۲۱۴) آیا تاسوداسي ګڼلي ده چي جنت ته به داخل کېږۍ په داسي حال کي چي تاسوته د هغو قومونو چي له تاسي څخه وړاندي تېر شوي دي مثال وړاندي شوی دی چي هغوی ته تکلیفونه او ضررونه پېښ � �ول او تر دې اندازې یې جټکې وخوړلي چي وویل پیغمبر او د هغه ملګرو مؤمنانو کله به وي د الله تعالی مرسته ، باخبرووسۍ په رېښتیا چي د الله تعالې مرسته او بریالیتوب نژدې دی . کله چي انسان صبر خپل کړي ډاډمن کېږي او ثبات ورته پیدا کېږي او خپلي چاري په متوازن شکل د عقل په رڼا کي په مخ بیایې او د هرڅه لپاره مناسب وخت ټاکي او مناسبي معقولي لاري لټوي او په معقوله طریقه خپلي تګلاري ته دوام ورکوي ، او که چېرته انسان بې صبره شي نو بې صبري یې د لېوالتیا او بېړي په خوا ورپوري وهي ن، دهغه کارونه بېځایه کېږي اود وخت ټاکل ورڅخه غلط کېږي او د خپل پروګرام د تنفیذ لاري ور څخه ورکېږي کېدای شي هغه د حق خاوند وي او د خیر تلاش کوي خو د بې صبري په نتېجه کي یې یو داسي جنایت او فساد له لاسه پورته شي چي په خپله هم ځان په معصیت اخته کړي او اسلامي دعوت ته هم نقصان ورسوي او که یې له صبر څخه کار اخیستی وای نو دا هیڅ به هم نه وو. ځکه خو لقمان حکیم خپل زوی ته د صبر توصیه کوي ځکه په ستونځو او مصیبتونو صبر کول د انسان په کار کي نور او رڼا پیداکوي او د مسلمان وقار او عزت ساتي ځکه خو صبر له لوړو آدابو او ارزښتمنو اخلا� �و څخه دی همدا راز صبر کول د مؤمن له صفاتو څخه دی او الله تعالی د صبر خاوندانو ته د ثوابونو زېری ورکوي . إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ (سورة الزمر10) ضرور به صبر كوونكيو ته د هغوی اجر او ثواب بې حسابه او پوره ورکول کېږي . هغه څه چي مونږ یاد کړل داسي خلاصه کوو چي لقمان حکیم دې وصیتونو ته د مسلمان داعي لپاره د اهمیت په بنیاد ترتیب ورکړی دی اول یې د عقیدې د سمون توصیه کړي ده او بیایې خپل ځان ته په عبادت د تمرین ورکولو توصیه کړي ده او بیایې نورو ته د دعوت او په دې لاره کي دصبر توصیه کړي چي یو مسلمان داعي یې باید په پام کي ونیسي . په همدې شکل لقمان حکیم خپل زوی تربیه کوي او له هغه څخه د الله تعالی یو مخلص مسلمان بنده جوړول غواړي چي نه یواځي په خپله نېک وي ب� �که نور خلګ هم نېکي لاري دعوت کړي ، هغه تل د الله تعالی عبادت وکړي او الله تعالی د خپلو اعمالو نګران وګڼي دا ډول انسان چي په دې منهج یې تربیه شوي وي کله هم نه بې لاري کېږي تل ویښ وي او دسالم فکر او عقېدې خاوند وي ، د خپل ځان په دننه کي د عزت او کرامت احساس کوي او تل په دې عقیده وي چي که په سمه لاره � �وان وي الله تعالی به یې ملګری او مرستندوی دی . (و) د لقمان په وصیتونو کي د ټولنېزو آدابو د مراعات کولوتربیوي اصل: د لقمان په هغو وصیتونو کي چي قرآنکریم یې نقل کوي هغه خپل زوی ته اجتماعي آداب ورښیې چي مونږ یې په دې توګه سپړلای شو . هغه څوک چي د حق لاري ته دعوت کوي او الله تعالی ورته پوهنه او بصیرت ورکړی وي ورته په کار نه ده چي په نورو خلګو یې غټه ووایې او یا خپل ځان ددې په وجه تر هغوی ستر وګڼي چي ددعوت دنده سرته رسوي او یا الله تعالی هغه ته پوهنه او علم ورکړی دی چي نور خلګ ورڅخه محروم دی که څه هم د علم مقام لوړ او د عالم درجې تر ناپوهانو لوړي دي خو داعي او عالم ته په کار نه دی چي دا صفت د غرور او تکبر لپاره وکاروي او دا غرور او تر نورو د خپل ځان غټ بلل د شیطان له مداخلو څخه یوه سوړه ده چي غواړي د هغه نېک اعمال له دې لاري ضایع کړي تفسیر سعدي د همدغه آیت په تفسیر کي لیکي : ( ولا تصعر خدك للناس ) أي لا تمله وتعبس بوجهك للناس تكبرا عليهم وتعاظما ( ولا تمش في الأرض مرحا) أي بطرا فخرا بالنعم ناسيا المنعم معجبا بنفسك ( إن الله لا يحب كل مختال) في نفسه وهيئته وتعاظم ه (فخور) بقوله ( واقصد في مشيك ) أي امش متواضعا مستكينا لا مشي البطر والتكبر (تفسير السعدي) خلاصه د هغه د تفسیر داده چي په خلګو باندي د هسکي ویلو او تکبر کولو په وجه ټنډه تروه مه نیسه او مخ ور څخه مه اړوه او په زمکه کي په لویې او غرور سره مه ځه چي یواځي خپل ځان وینې او په خپل ښه حالت باندي فخرکوې او الله تعالی چي دا احسانونه یې په تا پېرزو کړي دي هېر کړې الله تعالی هغه څوک هیڅکله نه خوښوي چي ځان غټ ګڼي او په خپل ځان اوشکل او کیفیت مغرور وي ، او په زمکه کي د تواضع او مسکنت تګ کوه د تکبر او م ستي تګ مه کوه چي ارت ارت روان یې ( الله تعالی دمونږ ته عفو وکړي) لقمان حکیم خپل زوی له � �ویې څخه منع کوي او ورته وایې چي (وَلا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِ� �نَّاس) صعر هغه ناروغي ده چي اوښ ته پېښېږي او مزغی یې کوږ شي دلته لقمان حکیم خپل زوی ته وایې چي خلګو ته خپل مزغی لکه اوښ کوږ مه نیسه اوچي کله له خلګو سره خبري کوې ددې په وجه چي هغوی سپک درته ښکاري او ځان غټ ورباندي بولې مخ مه ځیني اړوه او خپله ټنډه تروه مه نیسه او له هغوی سره انکسار او تواضع کوه او په خبرو کي نرمي ور سره کوه ځکه چي تکبر د مؤمن صفت نه دی او دمسلمان په اخلاقو کي تکبر نه وي بل ځای الله تعالی خپل ګران محبوب صلی الله علیه وسلم ته فرمایې : واخفض جناحک للمؤمنین او خپل وزر مؤمنانو ته ټیټ کړه یعني نرمي او تواضع ورسره کوه . په بل ځای که بیا ورته فرمایې : وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْم ِنِينَ . او خپل وزر هغو مؤمنانو ته ټیټ کړه چي ستا پیروي کوي . همدا � �از رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلَّهِ إِلا رَفَعَهُ ال� �َّه (رواه مسلم). چاچي د الله تعالی لپاره تواضع او خاکساري وکړه الله تعالی به یې ضرور پورته کړي . بل ورته وايې چي د الله تعالی په زمکه کي نېغ نېغ مه ځه په غرور او خیال سره تګ مه کوه ځکه چي د الله تعالی کبرجن او مغرور انسان نه خوښېږي هغه څوک چي په خلګو یې غټه وایې او ځان تر هغو پورته ګڼي چي الله تعالی ورته مال او دولت ورکړی دی او یا ښه قواره او ښکلي څېره ورکړي ده او یایې ښه ځواني او � �دوقامت ورکړی دی او یا یې لوړه رتبه ورکړي ده او یا یې ښه نسب اویا قوي قوم ورکړی دی اویایې پوهنه او علم ورکړی دی دا هرڅه د الله تعالی امانت دي له انسان سره چي کله هم وغواړي بېرته یې له انسان څخه اخېستلای شي . بل دا ورته وایې چي کله تګ کوې نو په میانه روي سره تګ کوه داسي نه چي د متکبرینو په شان ارت ارت سوکه سوکه خماري او نشه روان یې او یا دلټانو په شان سست روان یې او مه د حیوان غوندي منډي وهه چي لنډه ساه اچوې او ژبه د را وتلي وي ، د متواضع انسان تګ کوه چي نه خو تکبر په کې وي او نه داچي له انسانیت څخه ورباندي وتلی یې . لقمان حکیم خپل زوی ته په اخري وصیت کي فرمایې قرآنکریم نقل کوي : (وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ) او خپل غږ ټیټ کړه ځکه چي بد ترین او نفرتي د غږونو د خره هونګاره ده . خپل اواز دومره � �وړکړه چي خلګ ستا خبري واوري لويي نارې او چیغي مه وهه ځکه چي تر ضرورت زیات لوړ آواز نورو خلګو او آورېدونکیو ته تکلیف پېښوي او په ټیټ آواز کي ادب او تواضع ده همدا راز هغه څوک چي په تیټ اواز سره خبري کوي په خپلو خبرو باندي باورلري او په خپل ځان د انسان اعتماد پیداکوي او آورېدونکي یې هم باور و� �باندي کوي چي رېښتیا وایې او په لوړ آواز سره خبري کول الله تعالی نه خوښوي ځکه خو یې مثال د خره هونګاره ورته � �کر کړی دی ، خر چي په ټولو حیواناتو کي ذلیل ترین حیوان دی الله تعالی ورته لوړ آواز ورکړی دی مفسرین لیکي چي د الله تعالی ددې مثال مقصد دادی چي که لوړ آواز ستایلی وای الله تعالی به خره ته هیڅکله نه وای ورکړی . عن ابن زيد رضي الله عنه قال لو كان رفع الصوت خيرا ما جعله ا� �له للحمير (الدر المنثور) که لوړ آواز غوره وای الله تعالی به خره ته نه وای ورکړی . قال سفيان الثوري: صياح كل شيء تسبيح إلا نهيق الحمير (الدر المنثور) سفیان ثوري رحمة الله تعالی علیه فرمایې چي د هرشي آواز د الله تعالی تسبیح دی او د الله تعالی پاکي بیانوي د خره له هونګاري څخه پرته . (ز) د � �قمان لهجه خپل زوی په وصیت کولو کي : یو ه مهمه نقطه چي د اولاد په تربیه کي زیات د پام وړ دی هغه د لقمان حکیم لهجه ده هغه غالباً د هر وصیت په پیل کي خپل زوی ته وایې (یابني) اې زما زویکه ، خپل اولاد ته په دې شکل خطاب د هغوی زړونو ته پلرنۍ مینه ور پرېږدي او هغو ی دې ته آماده کوي چي د والدینوخبري یې په زړه کي نقش شي او په ډېره مینه د والدینو نصیحت ته متوجه کېږي ، په دې وصیت کي او د لقمان حکیم په دې تربیوي لار ښوونه کي وهل ټکول او ډنډه نه ده کارول شوي اونه کوم تهدید آمېزه کلمات په کي شته ، هغه ځوی ته داسي نه وایې چي وه هلکه ؛ اې ځوانه ؛ اې خرکوسه؛ اې سرکوزه؛ اې نجسه ؛ لکه څرنګه چي زمونږ معمول ده بلکه هغه و� �ته په پلرنۍ مینه سره وایې اې زما زویکه ؛ دا ډول خطاب د اولاد په ذهنیت ډېر ژور اثر پرې باسي هغه ددې خطاب په آو� �ېدلو سره خوند آخلي ، له دې ډول خطاب سره چي اولاد ته هر څومره سخت مکلفیت ور په غاړه شي او په هرڅومره دروند کار وګمارل شي زه یقین لرم چي هغوی به یې په ډېره مینه سرته ورسوي نصیحت منل خو لا په خپل ځای دی چي منل یې بالکل ورته آسانه ده . مونږ ته لازمه ده د اولاد په روزنه کي چي کله وغواړو هغوی روغي لاري ته � �اوبولو مخکي له ځان سره هغه کلمات او توري وسنجوو چي هغه د هغه په ذهن مثبت اثر پرې باسي او له تشدد او تهدیدڅ خه په هر شکل ځانونه وساتو ځکه چي دا مؤثره طریقه نه ده ، د دې په هکله چي خپل اولادونه څرنګه تربیه کړو له همدې بحث څخه استفاده وکړو کېدای شي هغه مثبت نتایج لاس ته راوړو کوم چي زمونږ زړه یې تمنا لري . مفسرینو هم دا لیکلي دي چي د لقمان حکیم خپل زوی ته په وصیتونو کي هغه بنیادي اصول بیان شوي دي چي که یې یو څوک د خپل اولاد په روزنه او تربیه کي وکاروي ډېر مثمر او ګټور نتایج به ولري په دې اساس په مونږ لازمه ده چي هغو ته بار بار مراجعه وکړو هم په لومړي سر کي خپل ځانونه په هغه باندي سمبال کړو او بیا هم د خپلو اولادونو � �وزنه او تربیه ور باندي وکړو د مونږ د ټولو بدمرغیو اصلي عامل دادی چي مونږ همدغه � �رآني هدایات له پامه غورځولي دي ځکه خو بالآخره له خپلو اولادونو څخه سرونه ټکوو ، داهم باید په پام کي ونیسو چي که زمونږ اولادونه بې لاري کېږي او په اخلاقي او عقیدوي لحاظ منحرف کېږي او د والدینو لپاره د سر خوږ جوړېږي اساسي لامل یې دادی چي مونږ په دې اصولو د هغوی تربیت نه دی کړی ، هغوی مو له اسلام څخه نه دي خبر کړي د هغوی تع� �ق له الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له لارښوونو سره پرې شوی دی، هغوی چي هرڅه کوي خود به یې کوي ځکه چي هغوی په دې مونږ نه دي خبر کړي چي الله تعالی د مونږ د اعمالو نګران دی او زمونږ په اعمالو راسره ح ساب کوي . د الله تعالی حکمتونه په قرآنکریم کي دداسي قصو په رانقل کولو کي زیات دي خو لوی مقصد د لقمان حکیم د وصیتونوچي الله تعالی په قرآنکریم کي رانقل کړي دي او بشپړه سوره یې د هغه (سورة لقمان) په نامه نومولي ده داده چي داهغه تربیوي اصول دي چي مسلمانان یې باید د ځان او اولاد په روزنه کي تل تر تله وکاروي الله تعالی د مونږ ته په هغو د عمل کولو توفیق راکړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه!", "output": "دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې اعلاميه! جلال اباد دجوزا څوارلسمه ١٣٨٨ له ډله ييزو رسنيو مو خبر ترلاسه کړ چې په خوست ولايت کې دکليد راډيو سيمه ييز خبريال او په سيمه کې دفرهنګي ډګر يو ځوان لوبغاړى نو� �اجان بهير دامريکايي ځواکونو له لورې دخپلو دوه ورونو سره له خپله کوره نيول شويدى. دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال کې چې دامريکايي ځواکونو په لاس دښاغلي بهير نيونه په کلکه غندي،دهغه نيول کيدل دهر ډول نړيوالو او کورنيو نورمونو خلاف عمل بولي،موږ په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دبهرنيو ځواکونو نه دښاغلي بهير دژر ترژره خوشې کولو تر څنګ دهغه دنيولو دلامل او سپيناوي غوښتنه هم کوو،دغه راز دافغان دولت او په ځانګړې توګه دولسمشر حامد کرزي نه غواړو چې که دملکي وګړيو دمرګ ژوبلې مخه نه شي نيولاې نو لږ تر لږه خودې درسنيو داستازو چې د ملت او حکومت تر منځ دپله حيثيت لري دناقانونه نيولو مخه ونيسي.دغه راز په هيواد کې دټولوهغه نادولتي ټولنو نه چې درسنيو په ؛برخه کې کار کوي هم غواړو چې لاسونه سره يو کړي او دهغه چانه چې دبيان دازادۍ ددودونې لپاره په افغانستان کې پانګه اچونه کوي او ځانونه دبشر حقونو او بيان ازادۍ م دافعين بولي دنوراجان بهير دراخلاصولو هڅې ګړندۍ کړي ، په درنښت دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنا� �يستانو خپلواکه ټولنې مشرتابه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پاکستان کې د هېواد ټولې لارې تړل شوي", "output": "د پخواني لومړي وزير ميانوازشريف د راتګ له امله حکومت په ټول هېواد کې لويې لارې او هغه لارې چې حکومتي ودانيو ته تللي له نن سهار څخه بندې کړي٠ هم دا ډول هغه لارې هم تړل شوي چې ګمان کېږي له هغې لارو به د نوازشريف پلويان په لاريونونو پيل کوي٠ د هېواد پوليس (ساتندويان)په ټولو سيمو کې د وضعې د کابو کولو او څارلو په موخه چمتو ولاړ دي او څوک نه پرېږدي، چې له خپلو سيمو بل لوري او يا دفترونو ته لاړ شي٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دډاکترغېرت بهيردکنفرانس بشپړمتن(حقمل)", "output": "د گلبدين حکمتيار د پخواني وياند ډاکترغېرت بهيردکنفرانس بشپړمتنلومړۍ برخه)له غږڅخه متن ته اړونکی: فضل غني حقمل الحمدالله وکفی وسلام علی عباده الذین الصطفی امابعدفاعو� �بالله من الشیطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم احسب الناس ان يترک ان يقول امناوهم � �ايفتنون.دپېغمبر(ص)حدیث دی چې مومن په هرصورت کې کامیاب اوبرنده ده،که چېرته ورته خوشحالي ورسیږي نو دالله (ج) شکر کوي،چې پدې کې یې هم خېر دی،اوکه چېرته دکوم مصیبت سره مخامخ شي نودمصیبت پروخت صبرکوي اوپدې کې یې هم خېر دی، یعنې په هېڅ صورت کې هغه دتاوان سره نه مخامخ کیږي.محترموژورنالستانووروڼو:ترهرڅه وړاندې زه تاسې ته ښه راغلاست وایم اوستاسو له تشریف آوري نه مننه اوتشکر کوم.دالله (ج) نه شکر ګذاره یم چې ماته یې یوځل بیا د� �زادۍ نعمت راپه برخه کړ.وروڼو:لکه څنګه چې په جریان کې یاستۍ زه شپږکاله وروسته دپنجشنبه په ورځ دجوزا په نهمه نېټه دافغانستان دولسمشر جناب محترم کرزي صېب په فرمان له بندڅخه خلاص شوم.دجناب ولسمشر ددې اقدام اودهغه دتود استقبال اومېلمه پالنې نه تشکر اومننه کوم.وروڼو:معمولادزندان خاطرات ترخه وي،زه نه غواړم چې دزندان خاطرات دلته په تفصیل سره وڅېړم،ځکه چې له ېوې خوا دهغوجریاناتوڅېړنه دلته ستاسې لپاره دتحمل اوزغم نه وړنده او له بله طرفه نه غواړم چې پخپلو زخمونوباندې مالګه واچوم.خومختصرا ستاسې مخکې درې مثالونه وړاندې کوم اونور یې تحلیل اوتجزیه تاسې ته پرېږدم.وروڼو:مادلومړي ځل لپاره شپږکاله وروسته پرون خپل مخ په آینه (هېنداره)کې کتلی،ماشپږکاله وروسته دلومړي ځل لپاره پرون دخپل سر اوګیرې وېښتان ګمنځ کړي دي.شپږکاله مخکې کله چې زه بندي کېدم زما مشرځوی پنځلس کلن وه ،ګېره اوبرېت یې نه درلودل،دلسم صنف متعلم وه خوکله چې هغه درې ورځې مخکې زما لیدو ته راغی دهغه په مخ باندې ګیره وه، فاکولته یې خلاصه کړې اودکمپیوټرانجینر ده. ماچې کله دخپل ځوی سره ولیدل نوماته دنېلسن منډیلاخاطرات راپه یاد شول.ماپه محبس کې دښاغلي نلسن مانډیلا یوکتاب لوستی وه چې دهغه کتاب نوم ده: Long way to the freedomeدا دهغه دخاطراتو کتاب ده اودا هغه څوک دی چې تقریبا اته دیرش کاله زندان یې تې� �کړی.هغه پخپلوخاطراتو کې لیکي چې ماته شل کاله وروسته زما لور زما لیدو ته راغله ،هغه لور چې ما یوه کلنه پرې ایښي ؤ.کله چې هغه ماته زندان ته لیدوته راغله نو دهغې په غېږکې ماشوم وه ،هغې واده کړی وه اوبیا دېوه ماشوم خاونده وه ،نیلسن منډېلا وايي کله چې هغه زما لیدو ته راغله نوزه حېران شوم چې آیا زه دخپلې لور سره دماشومې چ� �ند وکړم او که دېوې مېرمنې په سترګه ورته وګورم داځکه چې هغه خو ما ماشومه لیدلې وه.نووايی چې زه یې ګیچ اوحېران کړم.نو ما هم چې کله خپل ځوی ولید نو دهمدې موقف سره مخامخ شوم.په هرحال دزندان خاطرات ډېر ترخه وه اوزه الح مدالله دالله نه ډېر شکر ګذاره یم چې ماته یې داتوفیق راکړچې دغه امتحان په سرلوړي،کامیابي،صبر،استقامت اوثبات سره ترسره کړم.که دزندان مسئولینو هرڅومره کوشش کړی پدې بریالي نشول چې ما مات کړي، د بینواويب پاڼي لوستونکو ښاغلی بهير نور داسي وويل: ماپه محبس کې دځان لپاره لوی تسکین په الله (ج) باندې توکل اوپه الله باندې ایمان وه.الله( ج )خپل دوستان په امتحان کې اچوي اوامتحان دهرشي دایمان په تناسب وي.څوک چې دالله دوستان وي نو هغه تل په امتحان کې غورځوي ماته دالوی تسکین وه چې یاالله (ج)ماپه خپلو دوستانو کې وشمېره.و� �وڼو:کله کله انسان پداسې موقف کې پرېوزي چې محبس ته دعادي ژوندپه پرتله ترجیح ورکوي.یوسف (ع) کله چې دامتحان سره مخامخ شونو هغه وايي چې یاالله ماته دامحبس دهغه څه نه چې ماوربولي غوره ده.ددې پرځای چې هغه په فساد کې واقع شي نو محبس ته یې لومړیتوب ورکړ.نووروڼو:زما طبیعی عادت هم داده چې زه دقضایاوو سره مثبت چلندکوم .م ادزندان سلبیات نادیده نیولي وه اوتل مې دزندان په اېجابیاتو باندې فکرکړی اودې روحيي ماته دومره ګټه کړې چې دزندان نه مې اعظمي استفاده وکړله.زندان زما لپاره دزده کړې،صبر،استقامت ،اېثار،قرباني اوبلاخره دنوروسره دهمزیستۍ غوره مکتب اوپوهنتون وه.وروڼو:زه په زندان کې لږترلږه دپنځه زره افغانانو سره آشنا شوی یم داافغانان پداسې حال کې چې دمختلفو سیمو،مختلفوقومونواودمختلفوسیاسي جهتونودرلودونکي وه خوزه یې دېوه متفق ع� �یه اوغېر متنازفیه مشرپه توګه منلی وم.دوی زما دومره احترام اوتقدیر کړی چې زه یې دمننې اوتقدیر لپاره مناسب الفاظ اوکلمات نلرم.ماچې کله دهغوی نه خدای په اماني اخیسته دهغوی وروستي الفاظ داوه چې ډاکتر صیب ته هم زم ونږ مور اوپلار وې.داخاطرات به زماپه ذهن کې ترمرګه پورې ځای ولري.وروڼو:دبګرام په محبس کې الحمد الله تر ېوه حده پورې حالت ښه شوی دی ولې څلورمهم مشکلات وجود لري:۱- ټول هغه کسان چې هلته بندیان دي هغه متهم اومظنون ګڼل کیږي امریکایان خپله ورته وايي چې تاسې مجرمین نه یاستۍ بلکه متهم اومظنون یاستۍ.۲- هېچاته خپل جرم نه و� �په ګوته کوي یعنې هیچاته دا نه وايي چې داستا جرم دی اوته پدې جرم دلته بندي يي.۳- هلته هېڅ ارګان دمحکمې په م عنا اومفهوم وجود نلري .ماداټول مسایل په بګرام کې دامریکايي چاروواکوسره او دسره صلیب دکمېټې له عمومي مشر سره څوڅو ځله جدي مطرح کړي دي خومتأسفانه چې تراوسه پدې برخه کې کوم عملي اومثبت ګام ندی پورته شوی. زما هیله هم داده چې اړونده ادارې باید دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي.وروڼو:دزندان په هکله زما خبرې فکر کوم همدومره کافي دي،له تاسې ټولونه زما هیله داده چې فعلا له محرجواوپېچیده پوښتنو نه ډډه وکړۍ.داپدې مانا نه چې زه ستاسې دپوښتنواوځوابونه نه تېښته نه کوم،بلکه زه له مطبوعاتو سره مینه لرم .خوزما داعذریواځې پدې خاطرده ومنۍ چې زه � �پږکاله په تیاره کې وم ،دټولې نړۍ سره مې رابطه پرې وه اودسیاسي جریاناتو نه بلکل ناخبره یم.تاسې ته معلومه ده چې په سیمه اوافغانستان کې سیاسي تحوالات ډېر په سرعت اوډرامتیکه توګه بدلیږي رابدلیږي.نوماته اجازه راکړۍ چې زه وضعه په دقیقه توګه مطالعه کړم اوبیا ستاسې پوښتنو ته قاطع،سریع اوتفصیلي ځوابونه درکړم.ددې فرصت نه په استفادې سره غواړم چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نه ددې مطبوعاتي کانفرانس دتدویرپه هکله مننه اوتشکر وکړم.وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.پوښتنې:ددې خبري کانفرانس پاتې برخه چې ډيره برخه ېې د خبریالانو پوښتني او د ښاغلي بهیر ځوابونه جوړوي وروسته به له بينواويب پاڼي څخه پر ليکه شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درې اړخيزه همكاري او د موسى كلا ناورين( دپیمان لیکنه)", "output": "درې اړخيزه همكاري او د موسى كلا ناورين( دپیمان لیکنه) نجیب الله پیمان افغانستان ته د پاكستان د پوځ مشر راتګ او د درې اړخيزې همكارې شپږمه غونډه په داسې حال كې تر سره كيږي چې په موسې كال كې د دغه ولسوالۍ د ولسوال شاوخوا ديرش تنه سرتيري د وسله والو لخوا وژل شويدي . دغه پيښه په داسې حال كې تر سره كيږي چې پرون د پاكستان د پوځ مشر جنرال اشفاق كياني په افغانستان كې د ناټو ځواكونو امشر امريكاي جنرال مكرنن او د افغانستان د پوځ لوي درستيز جنرال بسم ال� �ه خان خپله شپږ دهمكارۍ هراړخيزه غونډه د درې واړه اړخونو تر منځ د همكارۍ په موخه تر سره كړه . بل پلو د موسې كلا په ولسوالۍ كې د د مولوي عبدالسلام په وينا د نوموړي ساتونكي په داسې حال كې وژل كيږي چې د د وي له لوري له وسله والو سره له نيمې شپې څخه د سبا تر نيمې ورځې يعنې پوره دولس ساعته جګړه تر سره شويده خو د ده په وينا چې د دوي مرستې ته نه هم ملي اردو او نه هم په هلمند كې ميشتو برتانيوي ور وا دانګل او وسله والو شاوخوا ديرشس پوليس په ډيره بې رحمۍ سره ووژل . په ورته وخت كې په پيښه كې د يوه پوليس سرتيري مور د زوي د خلاصون په خاطر له خپل اولاد سره د مورنۍ مينې له امله هم د وسله والو لخوا په ډيره بې رحمې د د ې پيښې قرباني شوه . په داسې حال كې چې د موسې كلا پوليسو ته په دولس ساعتونو كې د ملي اردو او بهرنيو سرتيرو مرستې نه رسيږي نو بيا د افغانستان ،پاكستان او ناټو د ځواكونو تر منځ همغږي څه مانا ؟ په داسې حال كې چې دهلمند په موسى كلا او نا ارامه ولسوالۍ كې اته زره برتانيوي سرتيري ميشت دي خو بيا هم ديرش تنه پوليس وژل كيږي نو دا همغږي څه مانا ؟ په داسې حال كې چې د د فاع وزارت د اويا زره ملي اردو د تياري خبر وركوي خو په هلمند كې يوه مور د زوي د خلاصون په سر قرباني كيږي نو بيا د داسې اردو جوړيدل څه مانا ؟ په داسې حال كې چې د ملي اردو او بهرني سرتيري په يوه ولسوالۍ كې يو تر بل همغږي نلري نو بيا د پاكستان ناتواو د دفاع وزاتر ترمنځ همغږي څه مانا ؟ كه څه هم يو شمير نړيوالو رسنيو د موسې كلاد پوليسو د وژل كيدو په پيښه كې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواكې په دغه پو� �يسو كې يو شمير كسانو له طالبانو سره اړيكي درلودي خو افغان دولت تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ويلي . افغان شنونكي پدې اند دي چې په افغانستان كې بهرني ځواكونه د افغان دولت سلا مشورو ته غوږ نږدي كه څه هم په وار وار و� �سمشر كرزي ترې د خپلو سرو بمباريو د نه تر سره كولو او له افغان ملي اردو او پوليسو سره د همغږۍ د تر سره كيدو غوښتنه كړي خو دوي بيا هم پدې كار غوږونه كاڼه اچوي . نو افغان دولت ته په كار ده چې خپل كارونه په خپله م نظم او د بهرنيو سرتيرو په تمه كښينني. پاى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخنداتندر", "output": "دزړه تڼاکې په ازغو پریوتې اوښکې يې بیا چې په بڼو پریوتې جوهردسترګو مې ؤزنګ وهلی چې خړې دوړې په ائینوپریوتې داپه سپین غرشوې تورې وریځې خورې که دتا زلفې په اوږوپریوتې خود به ځانونه خدایان ګڼي اوس ورته چې ټنډې په سجدوپریوتې په لوډسپیکرکې ا� �انونه مکړه پیغلې ،ملا په لمرختوپریوتې ستا دخندا تندر مې یووړ نظر شونډې مې ستا په اننګوپریوتې جذبې سړې شوې دځوانۍ(حسنه) واورې په لار دتلو راتلوپریوتې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمونشن ښارد اسلامي= کولتوري مرکز خبرتيا", "output": "دغه مرکز د خپلو کولتوري هاندو هڅو په لړکې دا پلا د پښتو او پښتني فرهنګ نوميالي شخصيت استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار ته بلنه ورکړې چې د يوې م اښامنۍ غونډې په ترځ کې د پښتواوپښتنو پرتېرمهال او وسمهال رڼا واچوي . د دغې علمي= فرهنګي غونډې مشر مېلمه د هېواد نومور اديب او دينپوهاند استاد عبداله خدمتګار بختانی صاحب دی . له ټولو مينه والو څخه هيله کوو، په دغه ا� �زښتمنه علمي غونډه کې د خپل ګډون وياړ را وبښي . پتـــــــــــــــــــــــــــــــه : دمونشن ښار سوهیلي برخه دمختل فِنــــــګ سیمــــــــــــه د دریم اوبان تم ځای ماختل فِنـګر ،Machtlfinger Strasse 10 80379 – München نېټــــ� �ـــــــــــــــــــــــه : ۲۶ـ۱۱ـ ۲۰۰۸ زکال دڅلــــــورم (چهارشنبې) ورځ دماښــــــام په پوره اوو بجو زموږ دا علمي او فرهنګي غونـډه پیلیږي . یادونــــــــــــــــــــه : موږ مونشن مېشتي افغانان پوره ډاډه یو چي ، زموږ محفل به د پاس یادو شــوو دوو څراغانوپه مټ لاروښانه شي نو راځﺉ چي، له دې ارزښتناکووړانګوڅخه ګټه واخلو، تاســـــــــــــــو! دلازیاتو مالوماتو دترلاسه کولو لپاره په لاندنیو شمیرو اړیکې نیولای شئ : ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ ۰۱۵۱۵۰۴۱۳۵۹۴ په درناوي دمونشن داسلامي= کولتوري مرکز دمشرتابه په استازیتوب مولوي صدیق الله فدايي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان په تېرو څلورو لسيزو کي( ١٣٤٣- ١٣٨٣ )", "output": "قدرت الله بزګريار- هالنډ سردارمحمد داود له ١٣٣٢هج ٠ش( ١٩٥٣ع ) څخه د١٣٤٢هج٠ش٠دکب دمياشتې تر ١٧ نيټې پورې چې د١٩٦٣ع کال د مارچ د مياشتې له ٧ نيټې سره سمون کوې د افغانستان د پا چهی دولت صدراعظم و٠د ١٣٤٢ هج٠ش٠کال دحوت دمياشتې په ٢٣ نيټه د افغانستان پاچا د صدارت دنده داکترمحمد يوسوف ته وسپا رله ٠دډاکترمحمد يوسوف د صدارت په دوره کښې په ١٣٤٣هج ٠ش٠کښې اساسي قا نون نافذ او د دموکراسی دوره چې د مشروطه غوښتونکو اساسې هيله وه پيل شوه٠اجرائيه،مقننه او قضائيه ځواکونه را منځته شول،د مطبوعا توآذادي و منل شوه او ملي جريد و په خپرونو پيل وکړ٠پارلمان دګوندونو قانون تصويب کړ،خو د پاچا لخوا تر پايه لاسليک نه شو٠ټولنې او سياسي ګوندونو د دموکراسۍ تجربه نه درلودله٠ګوندونو خپلسری فعا ليت پيل کړ او ځينو په ډاګه د پارلماني مبارزې سوله ايزه لاره ردوله او له قهراميزه لارې د بنيادې بدلون غوښتونکي وو٠ پارلماني آزادي په آنارشۍ بدله شوه او په همدغه لسيزه کښې پا رلمان له پنځو صدراعظمانوڅخه يا داعتماد رايه بيرته واخيسته او يا ېې استعفا کولو ته اړ کړل٠د دموکراسۍ د دورې لومړنی صدراعظم ډاکتر محمد يو سوف د ١٣٤٤هج٠ش٠کال د لړم د مياشتې د دريمې نيټې د سوله ايزو مظاهرو د ټکولو له امله د لړم په اتمه نېټه استعفا کولو ته مجبور شو او ددې دورې وروستي صدراعظم موسی شفق په ١٣٥١هج٠ش٠کال د ايران له صدراعظم امير عباس هويدا سره د هلمند د رود د اوبو د ويش موافقه لاسليک کړه د موافقې لاسليک د افغانستان په سياسي ګوندونو او پارلمان کښې د مخا لفتونو او احتجاجونوهياهو جوړه کړه٠پارلمان لنډه موده وروسته تطميع او قانع شو، خو د تيرو لسيزو د بد مرغيو رښتينی لا مل له همدغه ځايه پيل شو٠ کور ناستی سردار محمد داود چې له خپلې شاهي کورنی سره يې کورني اختلافات درلودل اود تېر صدارت د واکمنی نشه يې په سرکې وه روانو سياسي لوبو ته په ځار و٠ له ايران سره د هلمند د اوبو د ويش قرارداد محمد داود ته ښه پلمه برابره کړه،د ١٣٥٢هج٠ش٠کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٦ نيټه يې په توره شپه کښې کوده تا وکړه،شاهيې نظام يې ړنګ او د هغه پرځاي يې جمهوري نظام اعلان کړ٠محمد داود په خپله راډيووي مرامي وينا کې چې دخطاب بمردم افغانستان عنوان يې ورکړی و مترقي تګلاره خپله کړه٠د ده دغې وينا د ټولو روڼ اند و او په تيره بيا د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ملاتړ ترلاسه کړد افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ديوې اعلاميې په ترڅ کښې له خپلو غړو څخه وغوښتل چې د نوي نظام ملا تړ وکړي٠ د محمد داود د حکومت پر ضد پنځه کودتاوې شنډې اعلان شوې او دولت پلان شوې کودتاوې دلاندينيو اشخاصو لخوا ښودلې وې: لومړی کودتا د ١٣٥٢کال د زمري په مياشت کښې د محمد هاشم ميوندوالخوا، دوهمه کودتا د ١٣٥٢ د ليندې د مياشتې په ١٥ نېټه د ضبط احوالاتو د ريس جنرال رسولجان لخوا،دريمه کودتا په همدغه کال کښې د مولنا فيضاني لخوا وه چې دقيقه نېټه يې راته نده په ياد،ځلورمه کودتا په ١٣٥٤ کال کښې د استاد رباني لخوا او پنځمه کودتا ١٣٥٥ کال کښې د جنرال ميراحمد شاه لخوا٠ له بلې خوا د انګريزي ښکيلاک په تدبير او ښکيلاکي ځواک سره د ديورند د تحميلي کرښې په وسيله د افغانستان له تاريخي بدن څخه د جلا شوو پښتنو او بلوڅو د حقوقو پر سر د سردارمحمد داود د حکومت مناسبات د پاکستان له حکومت سره زيات خراب وو٠نو د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت پر خلاف د يادو شوو پرله پسې کودتاوو په وخت کښې زمونږ هيواد ته د ستونزو پيداکولو لپاره له هر مناسب فرصت څخه ګټه اخيستله٠ د ښي اړخي سياست ځينې هغه افراطي پلويان چې افغانستان ته د پخوانې شوروي پوځ تر راننوتلو وروسته وتلې جهادي څيرې شوې پاکستان ته تښتيدلی وو او د پاکستان د حکومت په لمسون او ملا تړ يې په پنجشير او نورو غرنيو سيمو کښې بغاوتونه پيل کړي وو٠ دا ډول ستونزې ترهغې روانې وې چې محمد داود او ذولفقارعلي بوټو دخبرواتړو لړی پيل کړه٠وروسته محمد داود له دموکراسی او پهخطاب بمردم افغانستان مرامي وينا کې د افغانستان له خلګو سره له شوو وعدو څخه مخ واړوه او داستبداد لاره يې غوره کړه٠هغه د ملي غورځنګ په نامه له وختزيو ( ابن الوقتو ) څخه نوی ګوند جوړ کړ او د نورو ګوندونو په فعاليت يې بنديز ولګاوه٠داود د سالم اپوزيسيون په ټکولو هم پيل وکړ او د افغانستان دخلق دموکراتيک ګوند مخکښان يې زندان ته واچول٠ددغه ګوند غړو محسوس خطر لمس کړ٠په قهر شول او له حتمي مرګ څخه د نجات په خاطر يې د ١٣٥٧ کال د ثور په ٧ نيټه د ورځې په ١١ بجو په رڼا ورځ په يو داسې قيام لاس پورې کړ چې د کا بل ښاريان يې په شور او شوق نندارې ته ولاړ وو٠دا قيام ٢٢ ساعته وروسته په بشپړ ډول بريالی شو او ښاريانو سرتيرو او افسرانو ته د ګلانو د اميلونو په ورکولو سره د هغه هر کلی وکړ٠دلته په ځای بولم چې ووايم د ثور دمياشتې په اتمه نېټه په کابل کې دهغه وخت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو د اتحاد لوی سفير د افغانستان د دفاع وزارت مخې ته راغی او دځان له معرفي کولو وروسته يې وويل چې ما ته خپل دولت دنده راکړې ده، دا ځانته معلومه کړم چې تا سو څوک يا ست او ستاسو رهبر څوک دی ؟ هغه وويل چې ستاسو له رهبر سره ملاقات کول غواړم ٠په همدې نيټه له نورمحمد تره کي سره دهغه ملاقات وشو او يوه ورځ وروسته د ثور د نهمې نيټې په څلوروبجويې احوال راووړ چې زموږحکومت تا سو په رسميت پيژني٠ د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د ثور په ١١ نيټه نورمحمد تره کی د نوي دولت د مشر په توګه وټاکه او هغه له خبريالانو سره په خپله لومړی مرکه کې وويل چې موږ په دې طريقه قدرت ته رسيد ل نه غوښتل ٠سردار محمد داود زموږ پر ګوند قيام تحميل کړاو که موږ په دغه ډول واک ترلاسه کول غوښتلای ،نو دا کار مو دوه کاله مخکښې هم کولای شو٠ په هر حال د دموکراسۍ له لسيزو وروسته دوهمه لسيزه ( ١٣٥٣-١٣٦٣ ) د افغانانو د هيلو په خلاف د کودتاوو ،جګړو او بهرنيو لاسوهنو لسيزه وه چې افغانستان يې د دوو لويو قدرتونو د سړې جګړې د دوران د سياليو په ډګر واړوه٠په دې لسيزه کښې د افغانستان د دولت درې برحال رئيس جمهوران ووژل شول٠په هيوادکې د پرمختګپالو د اساسي برخې او د شاتګپالو تر منځ جګړه ورځ په ورځ پراخيدله٠د پرمختګپالو مرستې ته پخواني شوروي اتحاد چې له اقتصادي پلوه د مرکزي بازار غوښتونکی و او د شاتګپالو مرستې ته امپرياليستي هيوادونو چې له اقتصاد ي پلوه د آزاد بازار غوښتونکي وو ټټرونه وهل٠پاکستان او ايران هم دخپلو ګټو په خاطر او ځينې عربي هيوادونه د لويديزو هيوادونو په تشويق د افغانستان د دولت د مخالفينو ملاتړ او مرستندوی وو٠پاکستان او ايران پر نورو مرستوسر بيره خپل پوځيان او مليشي په ملکي لباسونو کښې د مخالفينو له جنګيالانو سره يوځای کول کله جې د ١٣٥٨ کال د جدي تر شپږمې نيټې وروسته په افغانستان کې د پخوانې شوروي اتحاد پوځونو حضور پيداکړ نو د شاتګپالو تبليغاتي پله درنه شوه٠د ملګرو ملتونو داعتراض غږ اوچت شو٠د بهرنيو استخبراتي موسسو لخوا ځينې عربان د جهاد په نامه استخدام او د مخالفينو له ليکو سره يوځا ی شول ٠د امريکا متحده ايالاتونو له شوروي اتحاد څخه د ويتنا م په جنګ کې د ماتې دغچ اخيستلو لپاره ښه موقع تر لاسه کړه٠د سکاډ او سټينګر جګړه پيل شوه او د زبر ځواکونو تر منځ د سړې جګړې د ناندريو په دوره کښې افغانان د تاوده جنګ په بيرحمه لمبو کې وسوځيدل٠ افغانستان ته د پخوانې شوروي اتحاد د پوځي قطعاتو د ننوتلو په باره کې رنګارنګ توجيهات کيږي،خو کومې معتبرې منبع لا تر اوسه په دې برخه کې د منلو وړ حقايق ندي څرګند کړي يوازې په نوي ډهلي کې د روسيې سفير ،يوري وارنتسوف،ويلي دي چې شوروې لدې ډاره افغانستان ته خپل پوځې قطعات و ليږل چې امريکا قصد درلود د افغانستان د دولت له مخالفينو سره په پيسو او وسلو سربيره نظامي مرسته هم وکړي٠ځکه دايران انقلاب امريکايې- ضد خصلت در لود او د امريکا لاس تر دووډبرو لاندې و٠په افغانستان کې يې سفير ووژل شو او په ايران کې يې دپلوماتان او د سفارت کارکوونکي ير غمل ونيول شول امريکا د خپلو ګټو د ساتلو او د دپلوماتانو دآزادولو لپاره پر ايران د نظامي حملې ترتيبات نيولي وو،خو د سريع حرکت د ځواک بريد يې ناکام شو٠هغه وخت پر افغانستان باندې د امريکا د مستقيم بريد کولو کوم سند په لاس کښې نه و٠ ځينې منا بع وايي چې حفيظ الله امين هغه وخت چې دی په امريکا کښې په تحصيل بوخت و د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ته د ننوتلو له دننه څخه د ګوند د متلاشي کولو او دګوند د پرمختګ د مخنيوي قصد و کړ٠دا منابع وايي چې له همدې لامله حفيظ الله په امريکا کې خپل زده کړه نيمګړې پريښودله او وطن ته ستون شو٠دا خبره عقل ځکه مني چې حفيظ الله هم تر واکمنی دمخه او هم د واکمنی په وخت کې (دوږي دميا شتې ١٣٥٨،٢٥ ) کټ مټ همداسې وکړل٠ګوند يې پر څو ټوټو وويشه،ګوندي او غيرګوندي معتبر شخصيتونه يې له مخې ليرې کړل٠ځينې يې له وطنه فرار کړل،ځينې يې بنديان کړل او زيات شميريی په شهادت ورسول ده د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند له خوا د واک تر نيولو وروسته د نورمحمد ترکې هغه غوښتنه او تمايل په کلکه رد کړ چې له نورو مترقي ګوندونو سره جبهې جوړولو لپاره يې څرګند کړ٠حفيظ الله پر خپل پلار او استاد هم رهم ونکړ، نو ځکه په همدې وخت کښې امين نه يوازې له ګونده بهر له سختو جګړو سره مخامخ شو، بلکې د ګوند دننه هم د ده پر ضد جهاد تود شو٠د ١٣٥٨ کال دتلې د مياشتې په ٢٢نيټه خلقي افسرانو د امين د يکه تازۍ پر ضد په ټولو مر کزي قطعاتو کې د پاڅون تر تيبات نيولي وو چې د خپلو جاسوسانو د رپوټونو په مرسته يې د هغه مخنيوی و کړ، خو يوازې د ريشخورو په فرقه کې د خلقې افسرانو قيام نږدې له ١٨ ساعته مقاومت وروسته وټکول شو او تر( ٢٠٠ ) زيات سرتيري او افسران پکې شهيدان شول٠حفيظ الله د خپلو سختو استبدادي اعمالو په نتيجه کې د خپلو ګوندي، ملي او بين المللي دوستانو ملا تړ له لاسه ورکړ٠په داسې حال کې چې پر عامه تاسيساتو او ملی شتمنيو د دولت د مخا لفينو بريدونه او په ولسواليو او علاقه داريو کې د ښونکو،داکترانو او ملکي کارمندانو بيرحمانه ترور او وژنه ورځ په ورځ زياتيدله، د امريکا مرسته اوملاتړهم ورسره مخ په زياتيد و و او د يوري وارنتسوف ادعا واقيعت پيداکولوته نږدې کيدله٠همدا مهال د هغه وخت شوروي واکمنوڅخه حفيظ الله امين له انقلاب څخه د دفاع په نامه د يو تقويه شوي غونډ د ورليږلو موافقه وغوښتل ويل کيږې چې حفيظ الله له امريکا سره ددغه هيواد د تشويش د رفع کولو په خا طرموضوع شريکه کړې وه٠امريکا افغانستان ته د شوروي د تقويه شوي غونډ له راليږلو سره مخالفت ځکه ونکړ چې هغه په دې پوهيدله چې داکار به له يوې خوا د شوروي پر ضد د افغانانو ملي احساسات راوپاروي او له بلې خوابه شوروي له نړيوال انتقاد سره مخامخ او تجريد کړي٠شوروي د حفيظ الله امين لخوا د تقويه شوي غونډ د راليږلو وړانديز و مانه او موافقه وشوه چې د غونډ يوه کوچنی برخه به دهغه د امنيت ساتلو دنده پغاړه اخلي او نور ځواک به ګرديزته ځي چې د پاکستان د مليشواو مخالفينو د پرمختګ مخنيوی وکړي٠ د ١٣٥٨کال د جدي په څلورومه او پنځمه نيټه شوروي پوځي قطعات د خواجه رواش په هوايي ډګر کې کښته شول٠د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د سياسي دفتر غړي دستګيرپنجشيري په خپله هغه مرکه کې چې پروسږکال ( ٢٠٠٤ ع ) د دسمبرد مياشتې په ورستيو ورځو کې يې د بې بې سي له خبريال سره وکړه وويل چې حفيظ الله امين په ډيرې خوښی سره د جدي په شپږمه نيټه د سياسي دفترغړوته په کابل کې د شوروي اتحاد د لوی سفيرهغه ډاډ څرګند کړچې ده ته يې ويلي و چې شوروي به له افغانستان څخه د ويتنام په شان دفاع وکړي٠د جدي په شپږمه نيټه له افغانستان سره د شوروي اتحاد د مرستو په وياړ د تاجبيک په ماڼی کې ميلمستيا جوړه شوې وه او د سياسي دفترغړي د ډوډی پر ميزناست وو چې شوروي کوماندو د ماښام د ٧ بجو په شاوخوا کې د حفيظ الله امين پر ارګ، د افغانستان پر راديو ،د مخابراتو پر مرکز او د صدارت پر ماڼی بريد پيل کړ٠سره لدې چې امين د سنبلې تر٢٥ نيټې وروسته د افغانستان په پوځي قطعاتوکې په پراخه پيمانه ګرفتاري کړې وه او د خپل حد س او ګومان سره سم يې مخالف خلقي افسران ځپلي وو،خو په پوځ کې د ناراضي خلقي افسرانو شميردده له کړې محاسبې څخه زيات وو٠د جدې د شپږمې نيټې په ماښام پر حفيظ الله باندې د روان بريد په اړه مرکزي قطعات په دې ګومان وو چې امين د کوم داخلي ځواک تر بمبارد لاندې دې او که څه هم په دی نپوهيد ل چې دا ځواک به د چا په رهبری عمليا ت تر سره کوي،خو په دې خوښ وو چې امين راوپرڅول شي٠له حفيظ الله څخه دده تر ارګ پرته نورو پوځي قطعاتو دفاع ونکړه او ارګ هم تر لږمقاومت وروسته تسليم شو٠ داسې ولي وشول ؟ که د شوروي موخه او هدف تودو او بو ته ځان رسول و،نو ولې افغانستان او ايران ولې نه؟ افغانستان د شوروي دوست او ايران يې له ايديالوجيکي پلوه دښمن و٠ايا دشوروي موخه به دانه وه چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند او افغان ولس د امين له استبدادي منګولو وژغوري او نړيوال چپ مترقي نهضت له هغې بدنامی او شرمه خلاص کړي چې د امين اعمالو ورپه برخه کړي وو٠لنډه دا چې د حفيظ الله ظالمانه واکمني نسکوره شوه،ګوند او وطن ترې په امان شول، خو زموږ په هيواد کښې جګړه د سړيدو په ځای نوره هم توده شوه اوداځکه چې د مخالفينو د تبليغاتو له مذهبي بڼې سره ملي بڼه هم يو ځای شوه٠امريکا تر پخوا زيات د خپل جنګي ماشين استقامت افغانستان وګرځاوه او زموږ هيواد يې د تاوده جنګ په ډګرواړوه شوروي ددې ويرې او ډار په سخته لومه کې ښکېل و چې که امريکاپر افغانستان يا ايران حمله وکړي نو د سړې جګړې سيال به يې جنوبي پولې ته راورسيږي٠څوکاله وروسته د شوروي اتحاد په مشرتابه کې بدلون راغی چې د افغانستان په مشرتابه يې اغيزوکړ او زموږ په هيواد کې هم بدلون او اصلاحات پيل شول٠ د ١٣٦٦ هج٠ش٠کال د سلواغې په شلمه ملي روغه جوړه اعلان شوه څه موده وروسته له افغانستان څخه د شوروي پوځ د وتلو لپاره د ژينو موافقه لاسليک شوه او دا پوځ زموږ د هيواد څخه ووت٠ له هيواد څخه د شوروي پوځ تر وتلو وروسته د افغانستان دولت مخالفينو ته دګډ حکومت جوړولو وړانديز وکړ٠مخالفينو په وار وار د سولې او روغې جوړې خبرې رد کړې، ځکه چې جګړه له هماغه پيله د قدرت لپاره وه نه د شوروي پوځ د راتګ په خاطر٠د مخالفينو له نه پخلا کيدونکي درځ سره سره ډاکتر نجيب الله اصلاحاتو ته دوام ورکړ ٠هغه د ګوند نوم بدل کړ او د ګوندپه مرام کې يې هم بدلون راووست٠د ژينو د تړون له فيصلو سره سم د ملګرو ملتونو استازي بينين سيوان د افغانستان د دولت او مخالفينو تر منځ د روغې جوړې کوښښ کاوه،خو د سولې دا هڅه د شمالي ټلوالې او د وطن ګوند دننه د ډاکتر نجيب الله د مخالفينو اتحاد او ګډې دسيسې ناکامه کړه٠ډاکتر نجيب په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناهند ه او زنداني شو٠ مجاهيدينو د ١٣٧١ کال د ثور په اتمه خپل مرکز له پاکستانه کابل ته انتقال کړ٠دوی په لنډه موده کې دولتي دفترونه،بانکونه،موزيمونه،ځا نګړې کورونه او هرځه لوټ کړل٠بيت المال د غنيمت مال وګڼل شو،د لاس ته راوړلو لپاره يې خپلمنځي جګړې پيل شوې،د کابل ښار او ټول هيواد د جنګي ډلو تر منځ وويشل شو٠په څلورمه لسيزه ( ١٣٧٣- ١٣٨٣هج٠ش ) کې د قدرت جګړې زور واخيست او امريکا او لويد يزې نړۍ په ښکاره افغانستان يوازې پريښود٠په دې لسيزه کې کور په کور ،کلي په کلي او په ښارونو کې کوڅه په کوڅه چور او چپاول زيا ت شو. په دې وخت کې طالبان له داسې شعار سره را منځته شول چې افغانستان او اسلام ته له بدنامو مجاهدينو څخه نجات ورکوي٠د طالبان دتحريک د راپيدا کيدو سره سم بين المللي خبري رسنيو داسې څرګندوله چې دا تحريک د پاکستان دولت د امريکا له پلان او مشورې سره سم را منځته کړی دی٠طالبانو د ١٣٧٥ کال د ميزان په مياشت کې د کابل تر نيولو سمدلاسه وروسته جمهور رئيس نجيب الله په شهادت ورساوه٠ددغه کار په کولو سره د دوی ملي او بين المللي ملاتړ کمزوری شو٠په ټوله نړۍ کې يوازې پاکستان،سعودي عربستان او بحرين چې د امريکا متحدين وو د طالبانو حاکميت په رسميت پيژنده٠د طالبانو په واکمنی کې د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې وتړل شوې٠سينماوې بندې شوې او په راديو او تلويزيون کې پر موسيقۍ هم بنديز لګيد٠د باميانو تاريخي بتان مات شول او د اسلام د احکامو تفسير او تعبير له نورې اسلامي نړۍ څخه جلا او بل ډول شو٠ د افغانستان اصلي واکمن عربي فراريان او د پاکستان استخباراتي موسسې وې٠له شمالي ټلوالي سره دطالبانو جنګ روان و او روسيه، ايران او هندوستان د شمالي ټلوالې تر شا ولاړ دولتونه وو٠ هغه وخت چې د ٢٠٠١ ع کال د سپتمبر د مياشتې په ١١ نيټه د امريکا په متحده ايالاتونو کې د نيويارک او واشنګټن پيښې را منځته شوې، نو امريکا د افغانستان په اړه په خپله پاليسی کې د بدلون او د طالبانو د بديل په فکر کې شوه او د ډالرو په زور او دولتي قدرت په وعدويې مرګونې شمالي ټلواله را ژوندۍ کړه٠د بيسارې بحري او هوايي بمباررۍ وروسته چې ګڼ شمير بيګناه افغانان يې قرباني شول د مجاهدينو د حکومت دوهم پړاو پيل شو٠په دغه پړاو کې د پاکستان اغيز کمزوری شو او دامريکا مستقيم اغيز او ملاتړ يې ځای ونيو٠ امريکا هوډ وکړ چې د افغانستان د چارو بهير ته سم لوری ورکړي٠د ٢٠٠١ ع کال د نومبر د مياشتې په ٢٧ نيټه د بن کنفرانس جوړ شو چې د حامد کرزي په مشرتابه يې مؤقته دولتي اداره را منځته کړه٠د مؤقتې ادارې پسې اضطرارې لويه جرګه، بيا د لنډمهالی حکومت جوړول، ورپسې د اساسي قانون د تصويب لپاره لويه جرګه او بيا د جمهور رئيس د ټاکلو لپاره انتخابات له څه ناڅه تېروتنو سره سره ټولې مثبتې چارې وې٠د تېرو څلورو لسيزو پيښې لکه د ځنځير کړۍ يو له بله په ارتباط کې دي٠که څوک هڅه وکړي چې يوه پيښه له بلې څخه جلا مطالعه کړي او د سلسلې مراتب له پامه وغورځوي نوهغه به په قصدي توګه ديو چا د مسول کولو او بل ته د برائت ورکولو نيت او اراده لري او د واقعيتونو تحريف ته به يې ملا تړلې وي٠ تيرو پيښو ته تر پورتنۍ لنډې کتنې وروسته په ځای بولم چې د تېرو غميزو او د هغو د لاملونو په اړه ځينې پوښتنې طرحه کړم او د معاصر تاريخ له پوهانو ، حقوق پوهانو، او د بين المللي حقوقو له متخصصانو او نور او نورو پوهانو څخه هيله وکړم چې پاک وجدان د قضاوت په سيوري کې ورته بې تعصبه ځوابونه ووايي: - ايا د ١٣٤٣ کال د اساسي قانون ارزښتونه او د مشروطه شاهی ،د ګوند ونو،مطبوعاتو او مظاهرو د ازادۍ منلو ته د پاچا چمتووالی له وخت څخه دمخه کار و او که روڼ اندوترې ناوړه استفاده وکړه؟ -ايا دا د پاچا ګناه وه چې په لسو کالو کې يې د ګوندونو قانون لاسليک نه کړ چې روڼ اندو د هغه په رڼا کې خپل تګلاره ټاکلې وای او له سوله ايزو لارو خپلو موخو ته رسيدلې وای نه د وسلوالې مبارزې له لارې؟ -ايا د دموکراسۍ په دوره کې د ولسې جرګې او حکومتونو تر منځ د توافق هميشنی نشتوالی چې پايله يې د ٥ صدراعظمانو ګوښه کيدل وه په هيواد کې د بې ثباتۍ لامل ګڼل کيدای شي که څنګه ؟ -د دموکراسۍ په تازه- پيلي بهير کې د عقرب د دريمې نيټې د سوله ايزو مظاهرو د بيرحمانه سرکوب اغيز او له ورپسې راتلونکو پيښو سره يې ارتباط څنګه ارزوئ ؟ -ايا په ١٣٥١ هج٠ش٠کال کې له ايران سره د هلمند د اوبو د ويش قرارداد چې د دواړو هيوادو صدراعظمانو،موسی شفيق او امير عباس هويدا لاسليک کړ د راتلونکو پيښو اصلي لامل حسابيدلای شي؟ ايا١٣٥٢ کال د سرطان د مياشتې د ٢٦ نيټې کودتا چې د سردار محمد داؤد لخوا په توره شپه کې چې په ظاهره د هلمند درود د اوبو د ويش له قرارداد سره د مخالفت په پلمه تر سره شوه،شاهي نظام يې ړنګ او د زور له لارې قدرت ته رسيدل يې دود کړل د غميزو پيل نه شميرل کيږي؟ -ايا په ( خطاب بمردم افغانستان ) کې له خپرو شوو مرامي کرښو څخه،چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند يې ملاتړ کاوه ، د محمد داؤد مخ اړونه او په دې پلمه د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د رهبرۍ ډله ايز بنديانول چې د مرکزي کميټې د ترور شوي شهيد غړي مير اکبر خيبر جنازه يې په پرتمين او سوله ايز ډول خاوروته سپارلې وه د ورستيو پيښو لامل نه و؟ -ايا له هماغه پيله د پاکستان لخوا د نوي نظام پر ضد دمرورو افغانانو نظامي تربيه، وسلوالول او د تخريب لپاره راستول د چارو په وروستي بهير بې اغېزې وو ؟ -ايا دپاکستان له خوا د افغانانو لپاره د جلا وطني حکومت جوړولو،افغانستان ته د جهاد په نا مه د عربو او پاکستاني مشاورينو لېږلو، د افغانستان د دولتي نظام د تخريب په موخه د بهرنيو استخباراتي مؤسسو فعاليت ته د زمينې برابرولو او د اور لمبوته لمن وهلو د پرله پسې ورستيو پيښو د رامنځته کيدو لپاره بنسټ ندی ايښی؟ ايا د شوروي اتحاد څخه د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند لخوا پوځي مرستې غوښتنه د بهرنيو مداخلو له امله نه وه؟ ايا د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران د اسلامې جمهوريت مداخلو چې د اسلامي انقلاب د صادرولو تر شعار لاندې پيل شوې زموږ د هيواد په حالا تو اغيز نه درلود؟ -له افغانستان څخه د شوروي پوځي قطعاتو تر وتلو وروسته د افغانستان د دولت د ملي پخلاينې او روغې جوړې د وړانديز ردول چې بين المللي ملاتړ ورسره و د چا مسؤليت دی ؟ -ايا د ملګرو ملتونو د استازي ښاغلي بينين سيوان په منځګړيتوب د روغې جوړې د خبرو د سبوتاژ پړه د چا پغاړه ده؟ -ايا د کابل د ښار د ورانولو او په ښا رکې د راکټونو او توپونو په ډزو سره له ( ٦٠٠٠٠ ) شپيته زرو څخه د زياتو بيګناه ښا ريانو د وژلو پړه د چا په غاړه ده؟ مونږ د دريمې لسيزې ١٣٦٣-١٣٧٣ هج٠ش٠په باره کې دمخه خبرې وکړې او په دې برخه کې نورې خبرې به تکراري بڼه ولري، خو يوازې دومره وايم چې د هرې لسيزې د حاکمانو اصلي څيره د قدرت تر نيولو وروسته څرګند يږي٠ګرانو هيوادوالو او نړيوالو وليدل چې په هيواد کې قتل و قتال او د تمدن تخريب د قدرت او چوروچپاول په خا طر و شول نه د اسلام لپاره٠ګران هېوادوال پوهيږي چې طالبان چا را وستل ،عربان چا راوستل،افغانستان چا د بين المللي تروريزم د تربيې په مرکز واړوه او نابللو خپلسرو ميلمنو ولې او د چا په مرست زموږ له هيواد څخه د بين المللي تروريستانو د تربيې تعليمي مرکز جوړکړ او زموږهيواد د چا د ګټو لپاره په نړۍ کې د ترياکو د توليد او قاچاقو لومړی درجه هيواد شو٠ايا د باميانو د بتانو پر توپ ويشتل او د نيويارک د لوړو برجونو ورانول يوازې د عربي ميلمنو مسؤليت و ؟ ؟ په پای کې لنډې پوښتنې دادې چې ملا مت څوک دي؟ لومړۍ مشروطه شاهي که لومړی جمهوري نظام،لومړی دموکراتيک جمهورت که لومړی اسلامي جمهوريت او يا لومړی اسلامي امارت،سړه جګړه، زبر ځواکونه که د ګاونډيانو لاسوهنې اوکيڼ افراط که ښي افراط ؟ ايا د افغانستان د پرله پسې اشغال بهير د افرادو او اشخاصو په خاطر و که له افغانانو سره د دوستی په خاطر او يا هم د زبر ځواکونو او ګاونډيانو د ستراتيژيکو موخو په خاطر؟ زه باور لرم چې د پورتنيو پوښتنو د ځواب لپاره کتابونه او کلونه په کار دي٠ زما وړانديز دادی چې راځئ ټول په ګډه يو شی ملامت کړو او هغه د بيسوادی لوی رنځ چې نفاق ورسره ملګری دی٠اوس زموږ د ټولو دردونو فوري علاج يوازې او يوازی اتفاق او ملي يووالی دی٠که موږ له تيرو حوادثو درس اخيستی وي او هوښيار شوی ملت ځانته وايو نو ملي ګټې به دغج او انتقام او د هر ډول تعصب له روحې څخه په مراتبو اوچتې وګڼو او سرتاسري بخښنه او ملي پخلاينه به مو نه ماتيدونکی شعاروي٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سخت دريځې د پرمختگ په لار کې بنديدزونه جوړوي", "output": "داخبره د چين ولسمشر هوجنتاو پرون م اښام د پاکستان د ملې ټلوېزيون له لارې د پاکستان وگړو ته په يوه وينا کې کړې ده. او زياته يې کړه چې د پاکستان او چين ترمنځ ملگرتيا د هند له سمندر څخه ژوره د همالې له غره څخه اوچت او له شاتو څخه خوږه ده او هيله من يم چې راتلونکى نسل به هم دغه ملگرتيا تر پايه وساتې. هوجنتا وويل چې پروگرام لرم په پنځه راتلونکې کلونو کې به ۵۰۰ پاکستانيان چين ته دعوت کړم. د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف وويل چې چين څومره پياوړى وي هماغومره به پاکستان هم پياوړى وي. د دې د مخه هوجنتاو ويلې و چې پاکستان سره به د اټومې پروگرام په اړه همکاري دوام لري او نوى تړون به نه لاسليک کوي. د چين ولسمشر به نن د لاهور ښار ته هم ولاړ شې چيرته او هلته به د پاكستان له ملې سوداگرو سره له نږدې وگوري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بشري حقونه خپلواك كه بلواك كميسيون", "output": "پرلپسې وژنې او زموږ د بشري حقونو د كميسيون پټه خوله پاتې كېدل، ډېرې پوښتنې راولاړوي، موږ نه پوهېږو چې له بهرنيانو سره كوم قرارداد شوى، چې د افغانانو د وژنې پوښتنه به نه كېږي او كه څه كيسه ده، چې هېڅوك يې هم پوښتنه نه كوي. موږ افغانان په پرلپسې توګه وژل كېږو خو داسې څوك نه شته چې پوښتنه مو وكړي، ولسمشر يې يوازې په غندلو، خواخوږي څرګندولو، په يوه وژل شوي باندې د ۵۰ زره افغانيو د وېشلو باندې پاى ته رسوي، خو په اصل كې د يوه انسان د وژنې ارزښت په څو پيسو سره نه پوره كېږي. كه چېرې يې ولسمشر او نور چارواكي پوښتنه نه كوي او يا هم په جوړجاړيو بوخت دي، نو د بشر حقوقو خپلواك كميسيون ولې دومره ناخپلواك شوى، دوى يې ولې په كلك هوډ سره په ملګرو ملتونو كې د دې موضوع په جدي توګه پوښتنه نه كوي.د سيما ثمر د چپ پاتې كېدو سره مې د نوموړې يوه خبره چې په يوه مجلس كې چې زه او يو بل كس ورسره ناست و وكړه، را ياده شي. زما ملګري له نوموړې پوښتنه وكړه چې ډاكټر صاحب تاسې ولې راتلونكو ټاكنو ته (چې هغه د ولسمشرۍ لومړۍ ټاكنې وې) ځان نه كانديدوى، نوموړې په ځواب كې ورته وويل، ((دا چې زه د خپلو هېوادوالو لپاره دا جهاد چې همدا اوس په كې بوخته يم وكړم دا ډېره لويه خبره ده دا د فساد حكومت دى او په دې حكومت كې د افغانانو پوښتنه نه كېږي، خو زه به د هر افغان د مړينې، ژوند او ستونزو پوښتنه كوم.)) اوس څه شوه هغه سيما ثمر چې دا ډول شعارونه يې وركول، ولې يې شعارونه په خوله كې بند پاتې شول، ولې يې د هسكې مېنې، بالابلوك، عزيز آباد، سيدآباد، شاه ولي كوټ، چاردرې او په دې لنډو ورځو كې د روداتو پوښتنه ونه كړه، او كه دا ښاغلې په هېواد كې خلكو ته د دوى د تذكرې له مخې ارزښت وركوي چې د كومې سيمې دى.د بهرنيو ځواكونو له لاسه زموږ تنكي زلمي په قصدي ډول وژل كېږي خو زموږ بشري حقونه يې په كيسه كې هم نه دي. د دولت چارواكى او د كونړ والي ښاغلی فضل الله واحدي ويلي چې که څه هم په کونړ کې د امنيتي ځواکونو لپاره د همغږۍ اداره شته، چې بهرني پوځيان هم بايد په همغږۍ عمليات وکړي، خو له بده مرغه په دغو عملياتو کې له دې ادارې سره هېڅ سلا مشوره نه ده شوې.د افغانستان ختيځ کونړ ولايت چارواکو ويلي چې د ناټو په پوځي عملياتو کې لس کسه ولسي وګړي وژل شوي، چې اته يې زده کوونکي دي.د کونړ والي سيد فضل الله واحدي همدا راز رسنيو ته څرګنده كړې، چې سيمې ته د استول شوي پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې په عملياتو کې لس کسه وژل شوي چې اته يې د ښوونځي زده کوونکي دي: ((زموږ له خوا د لېږل شوي پلاوي په مټ معلومه شوه، چې لس کسه وژل شوي، چې اته يې د ښوونځي د بېلابېلو ټولګيو، لکه نهم، لسم او يوولسمو ټولګيو زده کوونکي دي، دوی په ځمکنيو عملياتو کې وژل شوي.))آيا دا افغانان نه دي چې سيما ثمر يې پوښتنه وكړي؟آيا دا زده كوونكي د دې هېواد راتلونكي روڼ اندي نه دي؟آيا دا زده كوونكي مور او پلار نه لري؟دا چې زده كوونكي او وژل شوي كسان افغانان، ملكي وګړي، او د دې هېواد اوسېدونكي دي، نو بيا ولې يې د بشري حقونو مشره پوښتنه نه كوي؟آيا دا پرته له دې بله كومه دنده هم لري چې تر دې د ډېر ارزښت لرونكې وي؟آيا تر دې اهمې پېښې هم شته چې د دې پېښو د پلټلو مخه يې نيولې وي؟خو نه داسې نه ده! سيما ثمر نه غواړي چې د افغانانو وينو ته ارزښت وركړي، افغانان نړيوالو ته داسې وښيي چې دا هم بشر دى، بلكې نن ورځ نړيوال افغانانو ته د يوه مصرفي توكي په توګه ارزښت وركوي.موږ له خپلو ټولو چارواكو څخه غواړو څو خپلو افغانانو ته د ارزښت په سترګه وګوري او بهرنيانو ته وښيي چې موږ خپلو هېوادوالو ته درناوى لرو، كه نه وي د فرانسې له لومړي وزير څخه دې زده كړي، هغه وخت چې په سروبي كې فرانسويان ووژل شول، لومړى وزير يې په هوايي ډګر كې د خپلو وژل شوو سرتېرو د وروړو په انتظار ولاړ و او د دوى په ليدو يې اوښكې تويولې، خو زموږ د بشر حقوقو ټولنې يوه ورځ هم د عزيز آباد د يتيمې زهرې او نورو سلګونو يتيمانو په حالت زړه سوى ونه كړ او نه يې اوښكې پرې تويې كړې.بهرنيان د يوه امريكايي سرتېري د وژل كېدو له امله ټوله هغه سيمه بمباروي په كومه كې چې هغه سرتېرى وژل كېږي. دوى ته اوس څرګنده شوې ده چې دلته هېڅ داسې څوك نه شته چې پوښتنه يې وكړي، ولسي جرګه چې ځانونه د خلكو استازې او د خلكو د ستونزو پوښتونكي بولي هم يوازې په دې بسنه كوي چې له جرګې څخه د احتجاج په توګه ووزي. كه چېرې دوى په رښتيا هم د افغانانو د مړينې پوښتنه كولاى نو ولې يې په دې څو كلونو كې د داسې پېښو په كېدو سره يوه هم استعفاء ور نه كړه. كه حالات همداسې وي، نو افغان چارواكي او بهرنيان ټول دې په دې پوه شي چې افغانان به نور پټه خوله پاتې نه شي، كه چېرې يې څوك پوښتنه نه كړي دوى به په خپله، خپله پوښتنه وكړي او نور به هېڅ كله هم د بشري حقونو ټېكه دارې سيما ثمر او يا هم نورو تش په نوم چارواكو ته هيله ونه لري.د لمريز ۱۳۸۸ كال د مرغومې ۱۹ مه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ل . حسين له کليفورنيا څخه : ( زه خپلواکي نه غواړم )", "output": "ل . حسين خېل زه خپلواكي نه غواړم ! زما اتله وروره زما دسپينو اوبو غله وروره تا چې منګى رامات كړ زه بختور شوم له پرديو لاسو شات څښمه ستا به ياديږي كه نه ! ته چې ټوپك پرغاړه په كور راننوتې ستړى ستومانه ، موږ در پاڅېدو چې غېږه دركړو خو تا د خپلې خور ګريوان ته لاس ورواچولو او دنيكه ها مبارك كتاب دې پښولاندې كړ تا ته كفارو وو څه بنګ در كړي چې دخپل كور زړو كړكيو ته دې اور ورته كړ او زما سينې ته دې دخپل ټوپك شپيلۍ سيخه كړه ستا كوچني وراره درمنډه كړه چې خداى ته ګوره ! خو ستا چې سترګې وې له وينو ډكې په ډېر غضب وويل: تاسې به ټول ووژنم يو مو كافر دى بل مو اوس هم لا غږيږي _ ددوزخ په ژبه _ زما اتله وروره ! تا خپله مور وويشته او دهغې زرين امېل دې غلا كړ او چې خوشاله شوې نو دخپل نيكه زړه څپره دې په بم وويشته لكه چې ډېر تږى وې؟؟ چې دې لا څښلې ، څښلې ،څښلې داكا دپيغلو لوڼو وېنې تا ويل چې ما له دغه كلي نه كافر شړلي خو په ځان نه وې خبر چې دكا فرو بنګو څه دروكړل خويندې دې ستا له لا سه ولاړې دګاونډ بقال په پښو پريوتې او دهغه تورولينګيو ته يې پورته كړل دسوال لاسونه تا خپل وراره وويشته او بيا دې كټ كټ په خندا وويل : څنګه پخه نښه مې وويشته منئ مې كه نه؟ تا دې دخپلې وريرې څيرې ټيكرى نه پېژنده ويل دې دا دخپلواكي جنډه ده. تا يو كافر وشاړه خو شل دې نور په كور راننه ايستل او اوس همدوى لكه دامن پريښتې پرموږ پيره ولاړدي موږ ستا له شره ساتي زما اتله وروره نن مې ستا يو را پا تې شوي بې لاسو وراره ته په زړه دړه نوى مشق وليكه: _ زه خپلواكي نه غواړم . دليندۍ ۱۸ _۱۳۸۳"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ماته څانګه", "output": "پاڅه زما يوڅو خــــــــــــ� �ـــــبرې واوره د ګونګې ژبې مـې ســــــ� �ــــــند رې واوره لـــه وينو ډک د ښـــــــــــــاپيرۍ ورغوي لکه صــــــياد چې ويشتی خوار م� �غـه وی ووايه ته څه غواړي زه يـــــــــــې د� �کوم قاتل دې راښـــ� �ــــايه زه يې مـــــــــــړ کوم منم ظلم کول � �ويــــــــــــــــــــه خطــــا ده خو ظلم منل هم لويه ګنـــــــــــــــــــ� �ــــاه ده مه پټوه له ظالـمانو ســــــــــ� �ـــــــترګــــې له دې خونخوارو حيوانانو ستـــــــــــــرګې د ادې غږ دې وکړو څه دې ويـــــــــــــل ووايه خواږه که ترخــــــــــــــــ� �ه دې ويـل ولې مو په زړونو ارمانـــــونه پريـــږ دې ته رانه ځې مونږ ته غمــــ� �ــــونه پريـږدې وګوره کا کا دې په کـورنې ناســـ� �ـت دی ستا داميدونو په ګـــــــــــــورنې ناسـت دی ای ! تاله يې ډير کيســــــــــــــې راوړي اوږودو مـودو يې افـــــــ� �ــــــــسانې راوړي د ميلمنو قدر همداســـــــ� �ــــــــــــې کيږي د څانګې غږ به اوس په چا ســـــی کيــږي ورور سترګې دې له ډيرو اوښکو � �کــــې خورکۍ ست� �ګې دې پاتې هــــــــکې پــکې په ورورک جان دې زړه نه درديـــــــــږي ولې دې خورته باڼه نه رپـــــــــــــــــــــيږي څ انګې پاڅه د نغمو موســــــــــــــــــم دی لا پسرلی دی د ميلو موســــ� �ــــــــــــــم دی پاڅه اريوب زيه تاته نه ګـــــــــــــــــــــوري څانګه شهيده ده نه خــــــــــــــــــــــــــــو� �ي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "الله د ننګرهارو په معارفو ورحمیږﺉ ( وفیع الله)", "output": "الله (ج) دې د ننګرهار په معارف ورحم ېږي!؟؟ ليکونکې قاري وفېع الله او دا ځکه چې په دې خو زموږ نږدې کليوال څه کړئ چې لېرې نړۍ وال هم ښه پوهېږي چې د ښاغلي اولس مشر حامد کرزي صاحب د حکومت په هره سيمه او د سيمې په هره اداره کې بې شمېره برياوې (!) او نيمګړتياوې موجودې دي.خو يوه د ټولو ډېره د پام وړ اداره چې د ننګرهار په ولايت کې د ولايت د مقامه نيولې بياتر پوهنې(معارف) د رياسته پورې غزېدلې هغه که په مادي او مانوي ح ساب تر وزارته لوړه نه ده نو کمه هم ترې نه ده او هغه په دې معناچې که پيسې ووايې هم دلته شته او که دالر، د کار لپاره لوى لوى پروژې او په پروژو کې پيسې پيدا کول موخه وي هم په ننګرهار کې شته ځکه د يوې خوا نه ورته د نړۍ والې ټولني د پيسو د بورۍ خوله راخلاصه ده او د بل پلوه يو ډېر لوى تجارتي بندر (تورخم) لري چې په ميلونونو افغانۍ ترې د محصول او بيارغونې په نوم د ننګرهار لوړپوړو چارواکو ته رسېږي. زه په دې ليکنه کې د ولايت مقام ته د درناوي په موخه يوازې دا ځل د څه ليکنو نه ډ� �ه کوم او بيا که مې سر ته خير و نو په بله ليکنه کې به يې ښه غټ بڅرى غوښنه برخه وکړم. خو! دا ځل د ننګرهار د پوهنې(معارف) رياست او ددې رياست يو شمېر لوړپوړي چارواکي ان تر وزارته پورې بېخي له ډېره وخته څه چې د هغه وخته چې مقرر شوي دي تر اوسه يې څه خوړل خو لا پرېږدي چې څکه يې هم نه ده کړى نو که ستاسې د ښاغلو لوستونکو زړه وي مخکې تر دې چې ځه دوى ته څه خواړه ماړه تيار کړم ښه به دا وي چې اول د دوى په کار نامو په رڼا لږ سر ور ښکاره کړم خو بيا هم زړه نازړه يم هسې نه چې د يادونې پوره حق يې ادا نه شم کړ اى خو ځه، هر څه چې وشو شروع به يې کړم.ما سره يي هم ديري ښيګنې کړي خو څه وکړم د ملت غم را سره دي. د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال ډېر منلى،پيا وړي او ښاغلى محمدصديق پتمن دى چې د ډېرو انجوګانوNGOs)) په لرلو او د پوهنې په وزارت کې د ډېرو ديګونو د ناظرى تر څنګ تر ولاياتو پورې د بېشمېره پروژو په لرلو سره چې په هره يوه لومړنۍ پروژه کې يې برخه نه وي نو په دوهمه کې يې ض� �ور حيصه معلومه وي خصوصاً د ننګرهار د پوهنې رياست لخوا په مخ تلونکو پروژو کې خو يې په مستقيم او غير م ستقيم ډول ښه پنډه ونډه موجوده وي د بېلګې په توګه نوموړى د جلال اباد ښار د مستوفيت په شاوخوا کې يو څو منزله � �خصي کور جوړوي او دډېرو هغو شرکتونو سره يې (چې د ننګرهار د معارف ګڼ شمېر پروژې ورسره دي ) دا خبره پخه کړې ده چې که يو ټريف ملبه د ښوونځي ودانۍ ته وړل کېږي نو دويمه خو يې بايد د ښاغلي او ايماندار پتمن په کور کې د هغه مزدو� �انو ته هم ښکته شي!؟؟ ٢ . بل په هره يوه پروژه کې بايد د ننګرهار د پوهنې د ريس محمداقبال عزيزي په شراکت يوه ښه غوره برخه ولري.او همدغه شان د وزارت په پروژو کې هم ځان نا زولې بولې.(بل ته مسلې کړي او خپله پري حملې کړې) که څوک پوهيږي يا نه پر دغه ښاغلي يې څه!! ٣. خو چې د ازاد ر� �ابت په نامه امتحان واخستل شي او بيا هغه څوک چې پيسي لري او د ريس(عزيزي صيب) او پتمن برخه ښه خوږه او خوندوره کولى شي بايد کامياب شي او حتاد امتحان ورکولو وړاندې يې تعرفه ولېږل شي (او په تليفو نو را غو ښتل کيږي) او دا نور خوارو زار بې سفارشه او بي پيسو بدبختان بايد هسې خوشې د پوهنې رياست په دهليزونو کې وګرزي... ٤ . د يوې لېسې نه بست کم کړى شي او په بله لېسه يا ښوونځى کي د ښاغلي پتمن خپلوان يا دوستان سره له بسته و� �ته معرفي شي. او دغسې نورې په لسګونو نادرې چې سړى يې په ويلو شرمېږي او ستړى کېږي خو څه وکړم دوستان دى، که د کار نامو او ځانګړنو مشخصاتو يادونه يي ونه کړم ځان راته په يارانه کې بې پته ښکاري او د حميد م اشوخيل شعر مې سترګو ته ودريږى چې وايي (دا څه ننګ څه محبت دى په يارى کي ــــ چې غمخوار نه � �وم د يار په داخوارى کې ) او چې خبره د ننګ او بي ننګى راغله نو د يو څو نورو کارنامو په يادولو سره يې د ملګ� �تيا حق نور هم ادا کول غواړم چې په ټولو کې يې زه د نوموړي يوي بلې کار نامي او په کړنو کي يو بل صلايت ته ګوته په غاښ يم چې نوموړى ښاغلى د وزارت تدريسي مرستيال دى مګر کارونه د سر مشاوير او وزير کوي افرين د اتمر او وردګ صيب په وزارتونو چې دغسې علمى ککره يي پيدا کړى او د وزارت د چارو په ښه سمون کې ترې ګټه اخلي. يوه بله را په ياد شوه څه وخت وړاندې اوازه شوه چې دا ښاغلى (پتمن ) وزير کيږى(؟) د دې خبر په اورېدو سره د � �ېرو سره دا سوچ او فکر پيدا شو چې ښاغلي کرزي په نوموړي کې کوم جوهر ليدلي چې اوس يې لا وزير کوى هم !؟ د ده شخصيت او حيصيت د وزارت له مقامه پورته دى!؟ که شوى واى نو د محلونو په شمېرلو به يې خلک عاجز شوى واى خو خير څه به وکړو په قسمت کې به يې وزارت نه و خو بيا هم (چې غوټې په سې وهي په لاس به ورشي ــ چا ويل چې په معارف کې پيسې نه شته) دا وه زما د زړه اواز چې د ښاغلي پتمن سره مې وکړه هيله دا چې تاسې ښاغلي لوستونکي يې د خپلو ياداشتونو په کتابچو کې هم د ځانه سره وليکى خو دا هم په ياد ولرى چې مربع خورى نو يو ښه وتلى منلى ښاغلى ازمايل شوى په کار پوه او په معارف کې ناپوه مربي هم بايد ولرى او که تاسې يې نه لرى نو ښاغلى او ټول منلى محمد صديق پتمن يې لري چې مشخصات يې په لاندې ډول دي محمداقبال عزيزي: دا ککره دا ښاغلى غزيزي صيب ده، د ننګرهار د پوهنې ريس دى خو بيا هم وايم چې که په پېژنده کي يې زمانه څه کمى وشو نو د خپلې مهربانۍ له مخې به مې ماف کوى دى هم زما له دوستانو نه دى او که در ويي نه پېژنم او يادونه يې ونه کړم نو غاړه به مې بنده وي او د الله په در بار ک به مخ تورن وم. د پتمن صاحب دغه وتلى او منلى مربي د آره د پکتيکا اوسېدونکى دى په خټه پښتون دى خو کار نامېي ډيري بې پښتو دې،په پښتو، فارسي او نورو افغان ژبو ليکني او لوستل سم نه شي کولى خو په انګريزى او اردو ژبه باندې مات ګوډ پوهيږى. تر کومه ځايه چې زه خبر يم نوموړى د ښاغلي پير سيد احمد ګيلانى په سفارش د ننګرهار د پوهنې تر رياسته را رسېدلى او د هغه په برکت تر اوسه بچ پاتې شوى.که نه دي او د پوهني رياست هېڅ سره نه پېژني. خو بيا هم( څه دى کمې دى چې مال دي غمى دي) يا مږې څه دې کم دي چې په جرنده کې دې کور دى په هر حال خبره رانه اوږده شوه نوموړى د ښاغلي محمدصديق پتمن په خوراک څښاک (خورد برد) خاص سړى دى.محترم عزيزي صېب چې د پتمن صېب ښې لاسً(Right Hand) دې،او افغان مظلوم ملت خو په ښي لاس ښه پو هيږي چه څه ګټه ترې اخستل کېږي؟ د بېلګې په توګه دى هم ډېرې کا� �نامې لري چې دلته به يي د يو څوو ذکر وکړو. ١ چې کله د ننګرهار په ولسواليو کې د زده کوونکو لپاره غوړي، غنم او نور مواد د مختلفو موسسو له خوا ورکول کيږي نو دا ښاغلى دغه مهال په مرکز او ولسوا� �يو کې هغه د معارف مديران پخپله خوښه بدلوي رابدلوي چې د دغو موادو په ويش کې د ده پوره پوره ونډه وشي ،کله چې د موادو ويش پاى ته ورسېږي بيرته بدل شوي د پوهنې مديران پخپل خپل ځاى کړي.دمسال په ډول څه لږ وخت وړاندي د عزيزي صيب په احکام د موادو ډکې موټرونه د والسواليو څخه بيرته د ښار په لور راوړل شو او په پته خرڅ کړل شو،لګ څه م زاحمت وشو خو بيا د غزيزي صيب د ړکو را پارل شوي خلک وډار کړل.او خبره پټه پا تې شوه. ٢ دا ښاغلى د شرکتونو د مشرانو سره د موټرو بارګينونو ته ځي او هلته ورته د تحفې په ډول موټرې اخيستل کېږي او بيا بېرته د يونسف او معارف په بېلابېلو پروژو کې مقرريږي . او په ډيرو مواردو کې موټر په فزيکي ډول د عزيزي په خد مت کې وې ٣ او ډېره د شرم وړ يوه کړنه يې د پام وړ ده چې په ويلو او ليکلو يې زه په خپله هم شرمېږي خو څه وکړم يادول يې ضرور ځکه دى چې په مشخصاتو کي يي کمى رانه شى او هغه د دې ښاغلي پر اخلاقي فصاد د اخته کېدو مسله ده. چې د ځينو پټو شواهدو له مخې دا ښاغلى د يو شمېر ښځينه مجبوره ښوونکو سره ناوړه اړيکي لري او د هغوى د مجبوريته استفاده کوي خو دا کار دومره ماهرانه کوي چې د خپلو څو تنو بارډيګارډانو پرته پرې بل څوک په اسانۍ سره نه شي پوهېدى چې د دغسي رازونو د پټ ساتلو په موخه يې يو پخوانى تجربه کار سپين ږيرى ډرېور لرې کړ او پر ځاى يې يو خوى م خي ځوان بې حيا ډريور وټاکه چې په برخه کې ورسره بايد شريک وي او راز يې هم پټ پاتي شى. غرض غلا وي،دروغ،دهوکه، فريب لوټماري،اخلاقي فساد يې مقصد گر زيدلي.لمو نخ او مسجد خو بالکل نه پيژنې.خفه په دې يم په دې دنيا هم مخ تورن او هغه دنيا يېې هم غرقه ده.(خو خپل عمل دلاري مل دي او يا دا چه څه چې کري هغه به رېبې) همدغسې غلا وي،دروغ،دهوکه، فريب لوټماري،اخلاقي فساد يې په خپل ولايتو کې کولو بې گناه فا ميل يي د مرګ خولې ته ورکړ. زه خوقاري يم همدومره يا دونه مې فه پيرزو وه. خداې دي د طالب م لايانو د خلو او پنجو نه او ساتې. .دوز باش به انصاف!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ اوس � �پاره همدومره نو ر بيا................................................................."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كندهاركي دلوى اخترلومړۍورځ ولمانځل سوه", "output": "په كندهاركي هم دهيواددنوروسيموپه ډول دلوى اخترنېكمرغه ورځ ولمانځل سوه . هغه مراسم چي له همدې امله دكندهارپه نوې عيدګاه كي دزرګونولمونځ كوونكوپه ګډون جوړسوي وو،په پيل كي يوشمېرملاامامانوددې نېكمرغه ورځي پرتاريخي بهير رڼا واچول اوزياته يې كړه : داو� �ځ دخوشحالۍاوپخلايني ورځ ده ،بايدپه دې ورځ ټول مسلمانان خپلي زړې خوابدۍيوې خواته كړې اوپه پوره اخلاص سره يواوبل ته دميني غيږي وركړي . كندهاروالي اسدالله (خالد)هم راغلولمونځ كوونكوته لومړى دولسمشر حامدكرزي پيغام ولوست چي پكښـي ټولوهيوادوالوته دمباركۍترڅنګ دهمكارۍغوښتنه سوې وه . خپله د والي په پيغام كي هم دامنيتي چارويادونه وسوه اوله قومي مشرانو،سپين ږيرواوعلماءڅخه يې وغوښتل چي دښې سولي په راوستلوكي له دولت سره همكاري وكړي ،نوموړي په كندهاركي اوسنۍامنيتي وضعه ترنوروكلنوښه وبلل اوپه ټينګارسره يې له ټولوخلګوڅ خه وغوښتل چي له ملي اردو،ملي پوليسواوخپلودولتي څانګوسره خپلي همكارۍته همداسي دوام وركړي چي دده په وينانورنوپه دې هيواد كي دبهرني اوكورني دښمنانولاسونه لنډاوافغانان په يوه سوله ايزه فضاءكي دنو� �وهيوادونوداوسيدونكوپه ډول ژوندوكړ ي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په جينيوا کې د عراقي کډوالو د بد حالت په اړه غونډه", "output": "ملگرو ملتونو د څه ناڅه 60 هيوادونو د چارواکو په گډون په جينيوا کې د عراق د کډوالو د بد حالت په اړه يوه کانفرانس جوړ کړ. د دغه سازمان د اټکل له مخې، په عراق کې هره مياشت څه ناڅه 50 زره کسان د تاوتريخوالي له امله خپل کورونه پريږدي. دا په داسې حال کې ده، چې د عراق لومړي وزير نوري المالکي د تېرې ورځې چاودنې چې په کې څه د پاسه ٢٠٠ تنه ووژل شول په کلکه وغندل.تر ټولو ستره چاودنه ددغه هيواد د پلازمېنې بغداد په صادريه سيمه کې رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په گډون لږ تر لږه 85 کسان ووژل او په سلگونو نور ټپيان شول. د بغداد په صدر ښارگوټي کې هم د پوليسو يوې پوستې ته نږدې په يوې چاودنې کې 30 کسان وژل شوي دي. له دې وړاندې په کراده سيمې کې يوه شخصي روغتون ته څيرمه موټر چاودنه تر سره شوې وه، چې شاوخوا 10 يې وژلي وو. په بغداد کې په داسې حال کې هره ورځ چاودنې او ځانمرگي بريدونه تر سره کيږي، چې عراقي او امريکايي پوليسو له تيرو دريو مياشتو راهيسې په دغه ښار کې سخت امنيتي تدبيرونه پلي کړي دي. امريکايي ځواکونو د همدغو تدبيرونو په لړ کې نن د بغداد په صدر ښارگوټي کې په يوه شخصي موټر کې ليږديدونکې وسلې او چاوديدونکي توکي ونيول. په عراق کې دغه چاودنې په داسې مهال کې رامنځ ته کيږي، چې ددغه هيواد لومړي وزير نوري المالکي ويلي، چې عراقي ځواکونه به د روان زيږديز کال تر پايه د ټول هيواد امنيتې چارې په خپل لاس کې واخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وردګو کې چاودنې مرګ ژوبله پېښه کړه.", "output": "د سې شنبې په ورځ وردګ والي عبدالجبار نعيمي خبري رسنيو ته وويل چې په يولس نيمو بجو په ميدان ښار کې د ولايت او امنيې قوماندانۍ څېرمه په يوه بوجۍکې چاوېدونکي توکي ځاى په ځاى شوي وو چې له چاودنې سره سم يې يو سرتېرى وواژه او يو لاروى يې ټپي کړ ، ښاغلي نعيمي وويل چې د پېښې په تور يې څوک نه دي نيولي خو هڅې پسې روانې دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخپلواکۍ اعلامیه (دویمه برخه )", "output": "مأخذ :- دافغان ملي تاریخکه کوم داخلي سړی دخارجي دپاره په خپل هیواد کښې یې ددې اعلامیې په اساس سردپري کیدوؤ، مونږ ولیدل دروسانو دمداخلې په دوران کښې څومره خلک دخارجیانو دپاره لګیاوو چې دملي تاریخ په حکم مباح الدم ؤ. انګلیسي جنرال مونرو په خپلو یاداشتو کښې � �یکلي دي: ( وضع ډیره خطرناکه ده. که چیرې محمد نادر له څو محدودو کسانو په دهغه عمل لاس پورې کړي افغانان خپلو هدفونو ته رسیدل).مګر سره له دې چې مجاهدین دپرمختګ په حال کښې وو انګلیسان یې په شاتمبولي وو، دبري په دغه ب� �ید کښې دکابل نه دجنګ دمتار کې اعلان وشو چې دټول افغانستان خلک تر سند پورې هک حیران شول. په دې چې ارتباطات او اطلاعات کمزوري وو. په خپل بري او پرمختګ نه پوهیدل.په وزیرستان کښې سمدلاسه پښتنو یوه لویه جرګه وکړه. م� �احمزه الله دوزیرستان یوې مشر جرګې ته یوه هیجاني وینا وکړه چې په ملي تاریخ کښې باید ثبت شي. حضرت حمزه الله � �حمت الله علیه په خپلې ویناکښې وویل : کله چې امان الله خان د خپلواکۍ اعلان وکړ، سپه سالار نادر خان خوست ته و� �سید. زمونږ قومونو سمدستي دانګلیسانو پرضد ملاوتړله. له (واڼا) نیولې (سرکي) پورې ټولې انګلیسي چهاوڼۍ یې تر کاکړستان پورې چور کړې او ددولتې عسکرو د پرمختګ لاره یې خلاصه کړه. ښایي چې دجنګ ددوام په صورت کښې افغانستان ته مشکلات پیدا شوي وای مګر داپه کار نه ؤ چې مونږ یې پرمیدان یوازې پريښي وای. سره له هغه دوزیر و اومسعودو غیر تمند تر اوسه جهاد ته دوام ورکوي او حاضر نه دي چې انګریز ته سرټیټ کړي، انګریزانو یوه لویه قوه وزیرستان ته رالیږلې چې له مونږ څخه انتقام واخلي، مګر زمونږ قوم داسې ورسره جنګیدلي چې ترقیامته به یې په خاطرو کښې پاتې شي او هیر به یې نه کړي، بیا حضرت ملک هفته خان رحمت الله علیه دواڼا وینا وکړه. هغه دملاحمزه الله رحمت الله علیه خبرې تایید کړې او وئې فرمایل: مونږ نن په دې جرم چې دخپلو دیني او قومي وروڼو یعنې افغانستان سره مو مرسته کړې دانګریزانو طیارې پرمونږ بمبارد کوي، بله هیڅ ګناه ګډون کړی ، البته دازمونږ ایماني وظیفه وه. اوس باید دکابل حکومت هم مونږ یوازې پرې نږدي او دغه شعر یې ووایه:بجرم عشق توام میکشند غوغایستتوهم برسر بام آی خوش نمایســـــــــــت دافغانستان دخپلواکۍ له اعلان سره سم دهند دمسلمانانو او هندوانو دمرکزي آسیا دم سلمانانو او ټولو مسلمانانو مخ دافغانستان خواته راواؤښت. اعلیحضرت امان الله خان په داسې حال کښې چې ډیر ارم انونه ئې درلودل . مګر دومره پوخ سیاستمدار نه ؤ، دده ذاتي شرافت ډیرؤ. په چل ول نه پوهیدی . یو شهزاده ؤ مګر تر ډیره حده زیات دغربي مدنیت لیوال ؤ، چې په کارنه ؤ دمیرویس بابا او احمدشاه بابا له ملي اخلاقو ښه باخبره نه ؤ ، تر دې لابده داوه چې ښه همکار او مرستیالان یې نه درلودل. په دربار کښې لا دانګلیس پلویان ډیر ؤ، په ملي تاریخ کښې دده هیلې ، زړورتیا ، صمیمیت ، وطن پرستي دقدر وړ دي مګر دشیرشاه سوري ، میرویس بابا او احمدشاه بابا دپائي سړی نه ؤ او له دې سره سره لکه دنورو محمد زايي پادشاهانو مطلب آشنا او خپلچاری نه ؤ.دافغانستان له خپلواکۍ ګټلو مونږ خپله خپلواکۍ بشپړه نه شو بللی ، ځکه دډیورنډ منحوسه کرښه ومنل شوه او همدغه دلیل ؤ چې شپږ ویشت کاله وروسته په ۱۹۴۷ ع کښې انګلیسانو دهند د تقسیم او دپاکستان دجوړیدو په وخت کښې دافغانستان دحکومت غوښتنه چې دپښتنو او بلوڅو دحقوقو په برخه کښې وه ردکړه، او ويي ويل :چې ۱۹۲۱ ع ستاسو ددولت او سرهینری ډابس په تړون کښې دډیورنډ کرښه منل شوې، بیادخبرو ضرورت نه لیدل کیږي.که څه هم چې امان الله وروسته تر خپلواکۍ دشرقي اوجنوبي افغانستان په برخه کښې هڅې کولې . دخیوااو بخارا په برخه کښې یې داستقلال غوښتنه وکړه. تر مشهد پورې یې فعالیت درلود. دپنجده موضوع یې هم پورته کړه. مګر ددغسې لویې داعیې دپاره ده دومره توان نه درلود او ددولت ارکان په نورو فکرونو کښې وو. روشنفکرو لا دجمهوریت غوښتنه کوله، نادر خان په بل فکر کښې ؤ . دده ماما دخپل ځان په غم کښې ؤ . یعنې پراخه ملي مفاهمه او پوهه نه وه، نوځکه دژورې مطالعې له مخې امان الله سپين افغان دی، چې وروسته پرې وځ� �غوو.امان الله خان کابینه جوړه کړه او سردار عبدالقدوس خان یې صدر اعظم وټاکه. مګر وروسته له عبدالقدوس خان څخه وزارتونه ؤ خو صدراعظم نه ؤ. د صدر اعظم کار هم خده په غاړه اخستی ؤ، امان الله خان له وطني ټکر څخه جامي جوړولې . نوریې مجبورل چې له وطني ټکر څخه دریشي جوړه کړي. دصوت غازي په نامه د سواد زده کولو عام پروګ� �ام منیځ ته راغی. دلومړی ځل دپاره اساسي قانون د نظامنامې په نامه جوړشو او پراخ اصلاحات شروع شول. دتعجب خبره په دې کښې ده چې لږو سواد لرونکو په وسیله پراخ دپلوماتیک ، عمراني او عرفاني کارونه وشول. مرحوم میر غلام محمد غبار د اعلیحضرت امان الله خان دوره په دوه برخو ویشي: پنځه لومړی کلونه او پنځه وروستي کلونه چې لومړۍ برخه یې ښه بولي او دوهمه برخه یې اشتباهګانې شمیري. عبدالمجید زابلی چې په څو کابینو کښې داقتصاد وزیر ؤ دغه وخت په کال ۱۹۹۱ ع دی، دی په امریکې کښې لا ژوندی دی، دده عمر تر سلو باید اؤښتی وي ځکه دی وایي چې د امیر ح بیب الله خان په وخت کښې ده په مسکو کښې تجارتي کوټه درلوده. زابلي په یوه مرکه کښې چې له محلي رادیو څخه نشر شوه، وویل : امان الله خان ښه سړی ؤ ، مګر کومې خریدارۍ چې ده له اروپا نه کړې وې له اقتصادي نظره دافغانستان په ګټه نه وې او ددې وجه داوه چې دادده کارنه ؤ ، زابلي دتڼیو جوړولو فابریکه وښوده چې امان الله خان اخستې وه. ده ویل لومړی باید نساجي صنعت راشي تڼۍ پرڅه شي پورې ټکوهلی شو؟اصلي خبره داده چې دامان الله خان په مغزو کښې د پرمختګ او غربي پرمختګ شو ق ؤ ، آبادي ، دتاریخي حقوقو حاصلول، افغانستان ته حیثیت ورکول، ځای په ځای شوي وو. خارج کښې انګلیس غوندې دښمن، داخل کښې ددولت ارکانوبې کفایتي ، لاس په لاس دده کار وران کړ، مګر له امان الله خان څخه دومره توقع هم نه ده په کار چې له یوې خو دانګلیس ددسیسو مقابله وکړي ،تاریخي حقوق له بلې خوا حاصل کړې او پرمختګ هم راولي . مګر که افغانستان داستعداد بشري او طبیعي امکانات په نظر کښې ونیول شي، امان الله خان ښه نیت دافغانستان ډیرې چارې سمې کړې وې.په دربار کښې دوزیرانو خاص سلوک ؤ ، چې دغه خاص سلوک خلک دظاهر شاه په وخت کښې هم مونږ ولیدل ، دمثال په ډول مونږ دولتي مقام نه درلود، په مخالفینو کښې ولاړ وو. مګر ددولت وزیرانو مونږ سره ارتباط ساته او ددولت په ټینګیدو کښې یې مرسته نه کوله. هغه وخت هم داسوال ؤ چې تاسو یاداوکړئ یا هغه : یو بل مثال دغه وزیرانو او لوړ رتبه مامورینو وروسته دظاهر شاه مخالفت هم کاوه، لکه صباح الدین کشککي دم طبوعات وزیر، دظاهر شاه په زمانه کښې ، خلیل الله خلیلي سفیر، مصاحب مشاور او مستقل رئیس دوزیرانو دشورا من� �ي......، وروسته دظاهر شاه له پادشاهۍ دهغه سخت مخالف وو. چې لیکنې او آثار یې خپاره شوي،ځینې جنرالان والیان او په سلهاؤ لوړ رتبه مامورین چې پادشاه ته یې ذات اقدس، حضور ملوکانه ویل : چې ظاهر شاه له پادشاهۍ خلاص شو. بیا مخالف وو. یوله تعلیم یافته ؤ چې د کتور نصري نومیده او داطلاعاتو او کلتور دوزارت دنشراتو رئیس ؤ او زه دافغان ملت مسؤل ؤم ، ټول سانسور دده له پلوه ؤ مګر د حق شناس په نامه یې په پادشاه پسې ډیر خپرونې وکړې ، نوکه چیرې دام ان الله خان په شاوخوا کښې هم د غسې دوه مخې خلک ولاړ وو، نو دامان الله خان کامیابي مشکله وه. سید رسول په خپل کتاب (عهد اماني ) کښې لیکي کله چې داستقلال په جګړه کښې افغاني قواوې له ډیورنډ کرښې ورتیرې شوې وي وایي: جنرال سمیع په دغه وخت کښې له شپږ کسو اطریشي اتباعو سره چې لومړۍ عمومي جګړې کښې روسانو سره اسیر ؤ بالشویکانو خوشې کړی ؤ، جلال آباد ته ورسید، جنرال سمیع د انګلیس له نماینده حافظ سیف الله سره وکتل او کومه رویه چې له هغه سره کابل کښې شوی وه او داچې افغانانو باغ منطقه او کافر کوټ نیولی، پښیماني وښودله او زیاته یې کړه امان الله خان په دې خبره خپه دی، ده زیاته کړه، چې امیر امان الله دڅو احمقانو له خوا لکه محمود طرزي او عبدالقدوس اح اطه شو ی ؤ ، که نه امیر دجنګ په فکر کښې نه ؤ ، دغه ته مونږ خاص سلو ک ووایه.د (عهداماني ) کتاب دامان الله خان په مخالفت کښې لیکل شوی او دروسانو دنظامي مداخلې په دوران کښې لیکل شوی ، لیکوال چې دامان الله خان دمحکومولو په هڅه کښې دی، مګر ده ډیر ګټور مواد راټول کړي، چې دامان الله خان محکومول خو لا پریږده چې دده د لوړ شخصیت یې ښه رڼا اچولې ، چې په دغه فصل کښې ماله هغه بشپړه ګټه واخیسته. کتاب چې داتحاد اسلامي مجاهدین افغانستان دفرهنګي ګمیټې له خوا چاپ شو، په ۳۴ مخ کښې داسې لیکي:- دمی په ۲۴ د کال ۱۹۱۹ انګلیسي طیارې پر کابل حمله وکړه، دسهار په شپږو بجویې ښار بمبار کړ، یوه سانحه وه خلک یې ویرجن کړل، او نظامي قواؤ هوايي دفاع نه درلوده ، نظامیانو او خلکو پر طیارو ډزې کولې .امان الله خان دصلحې داعادې په فکر کښې ؤ ، خو انګلیسانو له زوره کار اخستی ، انګلیسي استعمار سر بیره پر هوایي حملو خپلې جاسوسۍ شبکې او خپل استخدامي بانډونه فعال کړل او په خپلو خلکو کښې ئي داخبرې خپرې کړې چې امان الله دجنګ اصلي مسؤل دی، او هغه دی چې افغانان یې دمرګ پنجو ته وسپارل، مګر امان الله خان د خلکو یوه لویه ټولنه جوړه کړه او هغې ته یې له جوشه ډکه وینا وکړه، او په خپله وینا کښې یې له خلکو پوښتنه وکړه، چې آیا هغوی دی د جګړې مسؤل بولي؟ خلکو د الله اکبر په نعرو پر انګریزانو لعنت ووایه او انګریزان یې دجنګ مسؤلین وبلل. او دوعده یې وکړه چې دخپلو وینو تر وروستي څاڅکي به جهاد ته دخپلواکۍ په لاره کښې دوام ورکوي ) یعني واقعیتونه دغه شان وو.کتاب بیا لیکي دمی ۳۱ انګلیسانو دسولې غوښتنه وکړه، په دغوشرطونو: لومړی:- افغاني قواوې دې له هغو ځایو څخه چې اوس هلته دي شل میله په شالاړې شي، او انګلیسي عسکر به په خپلو کښې وي.دوهم:- انګلیسي الوتکې دې داطلاعاتي الوتنو اجازه ولري او که د افغانستان په خاوره کښې چیرته کښته شي، دافغانانو � �ه حملو دې مصئونې وي ( هغه وخت لا طیارو ځنډ پروازونه نه شول کولای، ابتدايي تخنیک یې درلود).دریم:- دډیو� �نډ دکرښې دواړه خوا اقوام او قبائیل دې وپوهول شي چې دانګلیس پر ضد دې له هرډول اقدام نه ځان وژغوري او دغه قوم ونوته دې داور بند خبرورکړ شي. امان الله خان دغو غوښتنو ته منفي ځواب وکړ. او نور شرایط یې وړاندې کړل او اور بند ۱۹۱۹ دجون په دریمه اعلان شو .له دې خبرو څرګندیږي چې انګلیسان له دولتي قوتو څخه نه ویریدل ، دوئ د� �وي افغانستان له ملت نه ویریدل.ترخپلواکۍ وروسته دلوی افغانستان دشرقي برخې نماینده ګان کابل ته راغلل. څو امان الله خان ته ووايي چې دډیورنډ کرښه ونه مني او ټولې پښتنې سیمې دې په قرار داد کښې شاملې کړي او کنه دوئ جهاد ته جاضر دي.دغه وخت امان الله داخبره مینځ ته راوغورځوله چې انګلیسانو ومنله او افغانستان کښې ددولت ځینې ا� �کان امان الله له جګړې ویراوه. له بده مر غه چې دډیورنډ کرښه یې ومنله، ډابس انګلیس چې دافغانتان پریشاني و� �یده، نو ۲۲ د نوامبر ۱۹۲۱م دمحمود طرزي خارجه وزیر په نامه یو لیک راولیږه چې د تړون ضمیمه بلل کیږي، څ� �نګه چې د سرحدي قومونو احوال دافغانستان د دولت داندیښنې سبب دی، په دوستۍ سره تاسو مشفق مهربان ته اطلاح د� �کوم چې د بریتانیې دولت دټولو سرحدي اقوامو په برخه کښې دروغ نیتۍ خیالات لري او په هر لاره چې وي، نیت لري چې � �ه هغوئ سره مروتمندانه رویه وکړي، په دې شرط چې د بریتانیې په اتباعو باندې چپاؤ ونه کړي ، هیله ده چې دغه مکتوب به ستاسو دتسلۍ باعث شوی وي ( سرهینري ډابس).نوویلی شو چې افغانستان دیوې برخې خپلواکي تر لاسه � �وه او دبلې برخې یې پاتي ده.دخپلواکۍ دتړون په ۱۱ ماده کښې دومره ویل شوي که دواړه دولتونه په خپلو سرحدي ب� �خو کښې مهم نظامي عملیات کوي مقابل لوري ته به خبرو کوي.چې داهم عملي نه شو او بیا دهند تر آزادۍ پورې پښتانه او انګریزان لاس او ګریوان په جګړه بوخت ؤ.له هغو لیکنو له مخې چې دامان الله خان د شخصیت په برخه کښې شوي، داصلاحاتو او انقلاب کتاب دی، چې(لیون بلاداد) نومې امریکايي لیکی، دغه کتاب دامان الله خان پرشخصي اخلاقو او شخصیت ښه مطالب لري، چې کولای شو دملي تاریخ په لړ کښې هغه وکتل شي. لیکونکي دبیلو لیکوالو او دپلوماتانو نظ� �یات کښلي چاچې امان الله خان لیدلی . ددوئ له خبرو داسې څرګنديږي چې امان الله خان یې له شکه هیوادپالونکو ، زړورو او دلوړ استعداد خاوند ؤ ، دومره چې حیرانوونکی او جذاب بریښېده. زه په دې ډاډه یم چې دامان الله خان د ژوند او شخصیت څرنګوالی دلوستونکي دپاره په زړه پورې دی، حتی دده شخصیت ، افکار اوکړه وړه دترتیب او تعقیب وړ دي.مونږ په مفصله توګه دده له ژوند او افکاروبې ببره یو، یو خو دوخت په لحاظ دی مونږ ته نژدې اوما پخپله دامان الله خان نژدې همکاران او دوستان لیدلي او خبرې مې ورسره کړي ، له هغې جملې نه دده یاورمحمودخان ، دحرب او داخلي وزیر عبدالعزیز خان، محمد ګل مومند، چې دده جنرال ؤ ، په تاریخ کښی دغه خبرې ډیر اهمیت لري، که څوک داسې فکر وکړي چې څه ټول خبر دي، یا به یې څوک ولیکي په داسې حالاتو کښې خبره پاتي کیږي.یوکمکی مثال: په کال (۱۳۴۵ ه� � ش ) کښې دتجارت په اتاقو کښې یو پیاده ؤ : اصلاُ دچهار دهي ؤ ، غلام محمد نومیده ، غلام محمد په ځوانۍ کښې د دارالامان په باغ کښې باغبان ؤ ، ده ویل : دپسرلي ورځي وې یوه ورځ باران شوی ؤ . ځمکه څه لمده وه، چې امان الله خان له خپلو همکارانوسره دارالامان ته راغی، دعمارت ځای لوړؤ دغونډۍ په سر دنوي قصر کار شروع ؤ ، امان الله خان په منډه شو او پر غونډۍ وخوت خپلو همکارانو ته یې وویل چې راځئ راوخیږئ تاداو وګورئ ! هغوئ نه شوای ختلای ، ښوئیدل ، امان الله خان ورته وویل : زه تل تاسو ته وایم چې ورزش کوئ او ډوډۍ ډیره مه خورئ او دغه دی زه تاسو نه مخکښې یم، زما هر خبره ستاسو په خیر ده.د(پلاداد) کتاب کښې داسې راغلي چې امان الله خان له سپورټ سره علاقه درلوده، خپل همکاران یې هم تشویقول . فرق دادی چې لومړۍ خبره یوه بیسواده پياده کړې او دوهمه خبره یو ه امریکايیي لیکوا� �.دغه ډول دابه یو مثال وي که چیرې دخپلو سپين ږیرو قصې او دسترګو لیدلي حالات مووانه وریدل، یووخت به دې ته اړشو چې خارجې آثارو کښې یې ولټوو.موریس فوسي دفرانسې سفیر دامان الله خان په باب لیکي: دغه ځلمی پادشاه دخپل عمر دکلونو په نسبت په سیاسي چارو کښې حیرانوونکی شعور لري ، په ډیره زړورتیا خپل مخشص هدفونه پر مخ بیايي، ک� �ه چې ماولید جنرالي لباس یې اغوستی ؤ ، تورې غټې سترګې ، سپین پوستکی له سترګویې اقتدار، حزم او اعتدال ښکاریده. امان الله خان له خپلې ذکأ ، شهامت او دسیاسي مسألو په پوهیدلو هر څوک تأثیر لاندې راولي. امان الله خان دغه کفایت لري چې پيچلې سیاسي مسئلې دخپلو ګاونډیانو په باب ( روس او انګلیس)په پوره ډاډینې مطرح او خپله فیصله صاد� �ه کړي، دکوټلې ا و مضبوطې ارادې خاوند دی، تراوسه یې د زمانې صیقل نه دی لیدلی ، ډیر بریالیتوبونه ئې ترلاسه کړي ، دمثال په توګه په لږ ه موده کښې ئې افغانستان ټولې نړۍ ته وپيژاند. کلمات نه شي کولای چې ددغه شخصیت لوړوالی وښيي. هرات – افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جانان له ظمه", "output": "د جانان له ظلم ه & nbsp; نور یم ډير ستړی او ستومان له ظــلمهچيری به لاړ شم د جهان له ظــــلم ه کله به سيال شی د سيـــالانو سيال خوارډير يې ليدلی دی تـــاوان له ظلمه شوی بې پردې يې حــــــياناکي پيغليڅه شی څـــــه وشول په افغان له ظلمه څو به کړی � �وبـــــې د قابيل او هابيلکاشکې توبه کـــړې نورانسان له ظلمه ظلم خو ظــــــلم دی بلا بدرنګ ديویره پـــــــکار ده د اسمان له ظلمه له سمــــــــی لاړ شو ليونۍ د غ� �ونوپه همـــــــــت وشول د جانان له ظلمه دا شعرمې خوږ ژبي ژورنالست ډاکتر کمال سادات ته ته ډالۍ کړ. ډاکتر هيواد همت کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان لوړپوړي چارواکي غوښتنه له پاکستان څخه", "output": "د افغانستان د اطلاعاتو ،فرهنګ او توريزم وزير داکتر رهين د پاکستان څخه غوښتنه کړې چې په خپلو وژونکو وسلو دې د افغان پاچاهانو ، کورنيو او واکمنانو د نومونو له ايښودلو څخه ډه وکړي . ده ويلي ، غوره به داوه چې پوهنتونونه او فرهنګى مرکزونه يې د افغان پاچاهانو په نومونو يادکړي واى. پاکستان يو شمير خپل توغندي د غزنوي ، غورى او ابدالى په نومونو يادکړي ، چې په تيرو کې د دغه افغان پاچاهانو د واکمنۍ او فتوحاتو لړى د هند تر وچى رسيدلې وه . همداشان رهين يو ليک هم په دې اړوند پاکستان ته استولى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست خوندي دی ، جوړ يې کړئ", "output": "د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٦ کابل : د خوست ولايت والي معراج الدين پټان نن ( دوشنبه ) په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې د خوست ولايت اوس ډير خوندي دی . ښاغلي پټان زياته کړه د خوست په ولايت کې اوس د دۀ په وينا اورپکې دا قدرت نه لري چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي . ښاغلي پټان وويل اورپکې اوس يوازې په ليرې پرتو غرونو کې پټ وي يوازې د مځکنيو ماينونو يا يو نيم بل غلچکي بريد توان لري . دۀ وويل له خوست سره که څه هم د ډيورنډ ١٤٠ کيلومتره کرښه غځيدلې خو بيا هم په دا وروستيو کې دغلته افغان ځواکونو امنيت ښه ټينګ کړی دی . ښاغلي پټان د افغانستان سوداګرو ته بلنه ورکړه چې په خوست کې پانګونه وکړي . د خوست د ولايت خلک شکايت لري چې د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په پرتله دغلته نه د ښوونې او روزنې په برخه کې او نه هم د نورې بيا رغاونې په لړ کې د پام وړ کار شوی دی . د خوست استوګن د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت څخه په سرټکونې وايي چې د خوست پوهنتون ته اصلآ پام نه کوي . دغه راز د خوست ولايت ﻻ تر اوسه ځايي تلويزيون نه لري حال دا چې د افغانستان د ځينو ولايتونو په ولسواليو کې لا تلويزيوني خپرونې شته ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "والسټریټ ژورنال: د اوبهاما د خروج ستراتیژي", "output": "والسټریټ ژورنال: د اوبهاما د خروج ستراتیژي سرچینه: والسټریټ ژورنال ورځپاڼه ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د والسټریټ ژورنال ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان څخه د امریکې د ولسمشر بارک اوبهاما د سرتیرو د خروج د ستراتیژۍ په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده . ورځپانه کاږي چې دمګړۍ د امریکې ولسمشر د بریټانیې له صدراعظم ګورډن براون سره په دې خبري کوي چې څرنګه په موثره توګه امریکایې سرتیري د یوې منظمې ستراتیژۍ له مخې له افغانستان څخه وباسي تر څو له یوه لوري طالبان مورال تر لاسه نکړي او له بل لوري افغان حکومت په دې وتوانیږي چې خپل کورني ځواکونه پیاوړي کړي او د چارو ټول مسولیت په خپله غاړه واخلي. والسټریټ ژورنال کاږي چې دمګړۍ د سیاسي او پوځي چارو یو شمیر متخصصین په دې باور دي چې د خروج د ستراتیژۍ په اړه خبري کول طالبان ته یو نامناسب پیغام استوي او هغوي زړور کوي. په مطلب کې راغلي چې که چیرته امریکا او بریټانیا له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو مهال ویش اعلام کړي نو دا کار به د خلکو په منځ کې ویره خپره کړي تر څو سر له اوسه له طالبانو سره همکاري پیل کړي چې مبدادا د بهرنیو سرتیرو د وتلو په صورت کې به یو ځل بیا طالبان په افغانستان مسلط شي. ورځپاڼه وړاندي لیکي چې که چیرته له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو کومه مشخصه ستراتیژي نه وي موجوده، نو افغان کورني ځواکونه به هیڅ کله هم په ځان د متکي کیدو په باب فکر و نه کړي او دا کار به کورني افغان ځواکونه همداسي په بهرنیو سرتیرو متکي پریږدي. د افغانستان د جګړې یو شمیر متخصصین بیا په دې باور دي چې که چیرته اوبهاما او براون له افغانستان څخه د سرتیرو د وتلو ستراتیژي مشخصه کړي دا کار به د کابل حکومت په دې اړ باسي چې ډیرو مسولیتونو ته غاړه کیږدي او د مسولیت پزیرۍ اصل ومني. یوه امریکایې چارواکي والسټریټ ژورنال ورځپاڼي ته ویلي چې که اوبهاما دغه ستراتیژي مشخصه کړي نو دا کار به په حامد کرزي فشار راولي تر څو خپل کورني ځواکونه په ځان بسیا کړي او د خپل هیواد د ډیرو واګو د تر لاسه کولو لپاره غاړه کیږدي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزی به لېوانو باندې رمه څروی ... !", "output": "حامد کرزی به لېوانو باندې رمه څروي ... ! هغه کس رښتیا ویلی وو چې په لېوه رمه ساتل ګناه ده، جناب جمهور رییس حامد کرزۍ ورځ په ورځ د فساد لمن نور هم ځغوی او پراخوی یې دومره کسان چې په فساد کې ښګیل دي آیا کفایت به یې نه کاو چې ده یوه بله اضافی اداره په یو بل نامه جوړه کړه. داسې ویل کیږی چې مقرر شوی کسان د اداری فساد په هنرونو کې تر نورو هم لا وجت مهارت لری داچې دوی به تر کومه وکوالای شی په دغه برخه کې د بسپنې په را غونډولو کې موفق وی وروسته به څرګند شی. د دې وکړی ورځ په ورځ له داسې ناروغۍ څخه ځوریږی اوځوریدلی او آوازونه یې نړی غوږونو ته هم رسیدلی خو پرته له افسوز نور هیڅ ترې جوړ نشول او نه یې چا غم وخوړ. زه په دې آن یم څومره چې ادارې زیاتیږی هومره فساد ډیریږی، تاسو به خبریاست چې د لا ښوالی او یا د فساد د مخنیوی په خاطر اداری اصلاحات ، کنټرول وتفتیش ، د ولسی جرګې لخوا د اداری فساد پر ضد کمیسیون او په خپله ادارو کې د اداری فساد لپاره ځانګړې ادارې چې د کنټرول په نامه یادیږی دغه ټولو سره سره فساد ورځ په ورځ زیاتیږی خو د کموالی خبر یې تر اوس چا نه ده اوریدلی...! هغه یو متل دی چې وای علت ځی او عادت پرځای همیشه لپاره پاتیږی ، د دولت نیمګړتیا وې ولی نه پوره کیږی دا هم یو راز دی مشران رشوت یا غلاوی کوی او کوچنیانو مامورینوڅه کوی هغوی خوصرفا امضاء کوی اوله دې حصې بې برخې پاتیږی او دوی � �وځنی کارونه به سمه نه اجراء کوی او بل داچې ددغه مامورینو میاشتنۍ مزد ډیر ټیټ دی او هغه هم بی له واسطې نشی مقرریدالی ، په دولتی ادارو کې معیار یا تحصیل یاخو د کار وړتیا مهمه نه ده تنها هغه څه چې ډیر مهمه دی اړیکی دی نو ځکه په دولتی ادارو کې نیمګړتیاوی زیاتی محسوسیږی. دا لا څه کوی چې داسې مامورین ما په خپله � �ېدلی او پېژنم یې هغوی هغه څه چې یوه روبی ارزش هم نلری غلا کوی. اما لوی غلاګانې لوی چوکی مامورین کوی کاغذو باندې امضاء یا ګوتی لږول د کوچنی مامور کار دی او پیسې یې د ادارې مشر له دولتی بانک څخه را وېستلی او غ� �اکیږی خو که دغه بیچاره مامور امضاء ونکړی دۍ به له وظیفی لرې شی نو مجبور دی چې داکار وکړی او که وې نه کړی بیا یې په یو نامه څارنوالی ته معرفی کوی تر څو د اختلاص کولو په نامه د دې ادارې څخه لاس واخلی او بل ځای که هم د بدنامۍ پر اساس یې څو په وظیفی ګماری. دیادونې وړ ده کله چې هم یو رییس یا جک پوړی مامور په پډه وهلو کې ډیر ماهر وی هغه په څو میاشتو کې ځان ډکوی او په دې باندې پوهیږی چې ډیر زر به له څوکی بدلیږی....کنه نو ناڅاپه ب� �طرفه شوی او هیڅ به یې تر لاسه کړی نه وی. دولت کې داسې یو حالت روان دی چې هیڅ څوک هم پرې نه پوهیږی یو کار که دیو ساعتوی یوې ،یوې هفتې ته غځیږی او که مامور د اول یا دوهم یا دریم بست ته برابر وی هغه په داسې بست کې م قرریږی چې ورته مناسب نوی او یا خود داسې یو کس تر لاس لاندې کار کوی چې په څه نه پوهیږی او د یوې څانګې لخوا معرفی شوی او یا خو یې رییس ته غلاوې کړی وی. روزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان مدافع وکیلان د اجمل هوډمن دخوشي کیدو عاجله غوښتنه کوي", "output": "میرویس جلالزی د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولني د ملي امنیت د ادارې له خهوا د دوي د یوه غړي په نیول کیدو شدیده اندیښنه ښولي او دغه کار یې د هر راز نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی دی.اجمل هوډمن د تیرې دوشنبې په ورځ کله چې د خپل کاري دفتر په لور روان وو په لار کې خپل دفتر ته نژدې د افغان استخباراتو له خوا ونیول شو او د دې خبر تر خپریدو پوري یې برخلیک نه وو څرګند او له ملي امنیت ریاست سره بندي دی.تر اوسه په نوموړي د لګیدلو تورونه په اړه څه نه دي ویل شوي او دا هم نه ده معلومه چې جرم یې څه وو.د ملي امنیت اداره بیا وایې چې هوډمن دوي نه دی نیولی او ښایې کومې بلي ادارې له ځان سره وړی وي.ښآغلي هوډمن له څلورو کلونو را پدې خوا د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولني غړي توب تر لاسه کوی وو او د افغانستان په نړیوال حقوقي مرکز کې یې دنده تر سره کوله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ایران پر وړاندي دملگروملتونو نوی پریکړه لیک", "output": "سوما-نيويارک د ملگرو م� �تونو امنیت شورا په یوه خوله د ایران پر وړاندي یو نوی پریکړ لیک منلی دی . په دغه پریکړه لیک کې پر ای� �ان نوی بندیزونه نه دي لگول شوي خو له اسلامی جمهوریت څخه غوښتنه شوي چې په ویانا کې د ملگروملتونو اتومي ادارې ته د خپل ذروي پرگرام په اړه پوره معلومات ورکړي . د دې نوي پریکړه لیک خاکه تیره اونۍ جوړه شوي وه . دغه لنډ او څرگند پریکړه لیک د جوړجاړي یو سند دی . په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازی زلمی خلیل زاد وویل چې دا پریکړه لیک د ایران پر وړاندي د پخوانیو منل شویو پریکړه لیکونو تائيد دی چې پر ای� �ان د پخوانیو لگول شویو بندیزونو تائيد کوي .دا پریکړه لیک روسیې هم منلی او خلیل زاد وویل چې داسي ښکاري چې � �وسیه هم د نړیوالو مسایلو په اړه اوس له امریکې او نورو اروپائي متحدینو سره هم غاړي ده . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پروان کې مېړه خپله ښځه ووژله", "output": "په پروان ولایت کې یو تن وروسته له هغې،چې خپله ښځه یې ووژله ځان یې هم وواژه. ویل کیږي دغه ښځه د پاملرنې موسسې کارکوونکې او له مېړه سره یې پر کورنیو مسایلو شخړه راغلې وه.د شخړې په ترڅ کې یې،چې کله خاوند وپوهېده،چې مېرمن یې مرګوني حال ده د ځان په وژلو یې هم لاس پورې کړ، سړی روغتون ته تر رسېدو مخکې مړ شو. د پروان جنایي مدیریت له پېښې ناخبري ښودلې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فراه: ځانمرګي د پولیسو تښتول شوی رینجرګاډی والوزاوه", "output": "میرویس جلالزی وسله والو طالبانو د فراه د پولیسو هغه رنجر ډوله ګاډی د پولیسو یوه مرکزته نږدې والوزاوه چې څه باندي یوه میاشت دمخه یې تښتولی وو. فراه والي روح الامین وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې دری افغان پولیس وژل شوي دي. پیښه پرون ناوخته د بالابلوک په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي ده . رپوټونه شته چې دمګړۍ د فراه اوکندهار په ګډون د غزني په څير یو شمیر نورو ولایتونو کې هم طالبان په لسګونو هغه شنه رنګه رنجر ګاډي په واک کې لري چې له افغان پولیسو څخه یې نیولي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوى غزل", "output": "مازيګرى دى ماښام کيږي ما ته، ته ياديږېد غره له څوکې نه لمر لويږي ما ته، ته ياديږېما ته راپاتې يو څو اوښکې او يو څو يادونهرقيب چې خوښ وي او خنديږي ما ته، ته ياديږېستا د وصال خوبونه نه پرېږدې خوبونو ته ما ګل او بورا چې يو ځاى کيږي ما ته، ته ياديږېبيا مې د سترګو له اسمانه دى باران د اوښکو بيا په شېبو باران وريږي ما ته، ته ياديږېخاطره اوس هم ستا د ياد په م ټو ژوند تېروياوس چې هم چېرته ګل غوړيږي ما ته، ته يادېږې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انـســانـيـت", "output": "انـســانـيـت د مولانا جلال الدین محمد بلخی د شعر په ا� �تفاء چی وایی! دی شیخ با چراغ همی گشت گرد شهر کـــز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست گفتم که یافت مـــــی نشود گشته ایم ما گفت آنچه یافت مـی نشود آنم آرزوست انـســان� �یـت هر څه دنیا نه لاړل دنیا خالی شوله بیا انسان حیوان انسانیت او حیوانیت هر څه دنیا نه لاړل اوس هیڅ شی نه ګورم هر څه چی ګورم زما خیال دی تنها *** انسانیت ورک شوی افغانیت ورک شوی هم مو غیرت ورک شوی ** نه مو انسان منی دوی نه مو حیوان منی دوی او چی ویل یی انسان دوه بعده لری انسانیت او حیوانیت او موږ له دواړو خارج شوی یو نن *** حیوان خو نه یاستو موږ دا په یقین وایمه اما انسانیت مو هم له هیره وتی اونه پوهیږم بیا به کله راځی خدای دی نصیب کړی زموږ او هم مو ښکلی په دا زیور کړی د انسانیت زیور چی اوس یواځی په خیالو کی ګرځی سميع الله خالد سهاک د چنګاښ اتلسمه، ۱۳۸۷ کال وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګوندي مشران: حکومت پرستره محکمه پښې کېښودې", "output": "د نوازشريف د ګوند غړو او پاکستاني سياسي مشرانو د حکومت له لورې د نواز شريف په بېرته ګرځولو سخته نېوکه کړې او ويلي يې دي، چې حکومت د سترې محکمې په هغه پرېکړه پښې کېښودې، چې يوه مياشت مخکې يې هېواد ته د نوازشريف بېرته راګرځېدل قانوني حق بللی و٠د پاکستان ح کومت هغه وخت پر ستره محکمه تور پورې کړی و، چې تېروتنه يې کړې او هماغه وخت يې ويلي وو، چې د سترې محکمې پرېکړې ته به غاړه کېنږدي٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "روح الله سمون: دوستم د هيواد په ټولو بدبختيو كي لاس لري", "output": "د جمهوري رياست سلاكار او د پكتيا والي جمعه خان همدرد د وياند روح الله سمون له خوا تیره ورځ جنرال دوستم يو داسي كس وبلل شو چي د افغانستان په ټولو ناخوالو كي لاس لري . دوستم همدا پرون په را روانو انتخاباتو کی د کرزی څخه م� �اتړ څرگند کړ. روح الله سمون وويل تاسو ټولو ته معلومه ده چي دوه كاله دمخه په اووم د غبرګولي د يو تعداد معلوم الحال اشخاصو په لمسون شبرغان ښار كي د دولت پرضد توطيئه جوړه شوه چي په ترڅ كي يي په تآسف س� �ه بايد ووايو يو شمير بي ګناه وكړي مړه او ټپان شول ، چي مونږ قربانيانو سره وار دمخه همدردي ښودلي او ددي پيښي عاملين مو غندلي سمون زياته كړه دا فسوس خبره دا ده چي څو تنه د دولت پر ضد پورته كيږي ملي جنډي او د ولسمشر حامد كرزي انځور راكوزوي د هغوي يادونه كيږي او ورځ يي لمانځل كيږي ولي زه افسوس كوم چي د زرګونو بي ګناه انسانانو په وينو د ليلي دښته سره ده خو تر اوسه هيڅ كوم فرد د افغانستان و دي مظلومو � �هيدانو كورنيو ته تسليت نه دي ويلي او نه يي يادونه شوي ؟؟ دده په خبره اووم د جوزا پيښه د دولت او مركزي حكومت پر ضد يوه جوړه او نه پټيدونكي توطيئه وه او دا پيښه ټولوته معلومه ده چي ښاغلي جنرال صيب دوستم يي مسئول دي او مظلوم اولس د ده په لمسون را پارول شوي وو.سمون وويل د ښاغلي جنرال صيب دوستم څيره ټولو هيواد والو او په ځانګړي ډول ، د لوګر د تنګې واغه جان او د كابل ولايت د پغمان ولسوالۍ خلكو ته معلومه ده ، په دي برخه كي تاسو كولاي شي له جهادي رهبرانو او قوماندانو څخه پوښتنه وكړۍ چي پر وليشت وليشت ځمكه به يي د وخت له حكومت څخه پيسي اخيستي؟سمون د خپلو خبرو په لړ كي دي ته اشاره وكړه چي د جنرال صيب دوستم د جرمونو نوري بيلګې د ليلي د دښتي په وينو لړل او د ځينو شريفو كسانو پر كور يرغل ديدده په خبره همدا اوس هم د نوموړي ښاغلي د لاسه په زركونه كورنۍ ، د جوزجان ، فارياب او سر پل څخه آواره دي او د هرات په ژيړۍ كمپ كي اوسيږي، چي جايدادونه يي اوس هم ددوي په ولكه كي دي . او هغه خلك نشي كولاي خپلو ځمكو ته راشي سمون د سانچاره كي په ځواب كي داسي وويل (د ښاغلي فاضل سانچاركي په ځواب كي دا كافي ده چي ووايو د دوي د حكومت په لسيزه كي افغانو پيغلو د خپل عزت د ژغورني لپاره په كابل كي له څو پوړو څه ځان ښكته واچاوه )دا په داسي حال كي ده چي په اووم د جوزا د شبرغان ښار كي د دوه كاله د مخه پيښي يادونه وشوه او په هغه غونډه كي لطيف پدرام ، فاضل سانچاره كي ، رحمان اوغلي ، او ځينو نورو كړيو برخه اخيستي وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن افغانستان خپله دویمه لوبه هم وګټله", "output": "دانګلستان په جرسي ټاپو کې نن افغانستان بهاماس ته په پينځو وېکټو ماته ورکړه دافغان لوبډلې مشر ښاغلي نوروز خان منګل ټاس(شېرخط)وګاټه ،اوبهاماس ته يې د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه .افغان بالران ښه وځلېدل او دبهاماس ټوله لوبډله يې په ٢٤ اورونوکې په٤٦ منډو وسېځله افغان لوبډلې داموخه په اوم اوورکې دپینځو لوبغاړو(منډې جوړونکي) په سوځېدو سره تر لاسه کړه .دا لوبه پرون داورښت لامله ځنډېدلې وه , نن بياله سره وشوه . سبا به افغانستان د بوټسوانا(Botswana )سره د� �وبې ډګرته را اوځي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکورني اونړیوال سیستم پایلې له حقوقي نظام سره تړاولري", "output": "الهي هستي د تعادل په صورت کې منځته راغلې ، او د الهي معادلې دغه � �ته نظام د عدالت پر مونډ ولاړ دی ، چې په ذاتي او فطري مسیر کې هر څه د خپل خصلت او اصالت پربنسټ په کې پر خپل ځای ترټاکلې مودې د ژوند سعودي اونزولي ګرافونه طی کوي ، خو د ژوندانه دغه دسترې موخې لرونکې تګلاره چې هدف ته د � �سیدوله پاره ستر مسؤلیتونه اودندې لری هغه د انساني رسالت ترسره کول دي چی د نوروکایناتوپه وړاندې یې لري،ت� �څو د الهی نظام په درناوۍ په کې تر سره شي . انسان د ځمکې پرمخ نایب او خلیفه دی چې دغه نیابت او خلافت آن له کورنۍ نه ترنړۍ پورې ورپه غاړه دی . خو دکورنی او نړیوال نیابت او خلافت د تر سره کیدو له پاره حقوقو ته خبره غځیدلې چې انساني عنصر یې د خدای او بنده د مزو (پایلو) سره تړلی او د کورنۍ او نړیوال سیاست تګلاره یې پرې ټاکلې ده . قرآن هم د حقوق الله او حقوق العبادوتر منځ اړیکو ساتلو ته سیاست ویلی ،خو شرط په کې دا دی چی له افراط او تفریط پر ته د تعادل پر محور چور� �کونه وخوري. د پیغمبر اسلام (ص) له ارشاداتو سره سم هر مکلف انسان مجبور دی چې عدالت ته د حقوقو په درناوۍ او خوندي ساتلو کې مخه کړي تر څو د فحاشت ، منکراتو اوبغاوتونو مخه پرې ونیسي ، که داسې نه وي ، نو د نظام جوړ ونې متعادل سیاست به تل له خنډونو او ستونز وسره لاس او ګریوان وي او د حقوق الله او حقوق العبادو تر منځ د م عادلې سیستم به ړنګ او د انساني رسالت د ترسره کیدو خواري به د تل له پاره د هوس رانیو او شیطاني څپانده سمندر په چټلو اوبولاهو وي . په همدې توګه په لوی لاس به مود دنیا او آخرت کو� �ونه وران کړي وي .نو را ځی چې خپل کورنی نظام د نړیوال نظام د بقا او پر مختګ له پاره د اړوندو انساني او ا� �هي حقوقو تر څنګ د خپلې ذاتي وجیبې له مخې جوړ کړو ،ترڅو د دنیا او آخرت له نعمتونو او روا خوندونو بر خمن � �و ، که نه په خپل کورکې به بې واکه او دپردو په لاس به لوبیږو ، وژل کيږو او نابودیږو ، ځکه د کورنی او نړیوال سیستم پایلې له حقوقي نظام سره تړاولري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان په قيصار كې (لمړۍ برخه ) رحمتيار", "output": "له ډيره وخته دجنګې جنايت كارانوخبري پ� �ژبودي چې با يد محكمه شې ،خوله ناوړمرغي تراوسه داخبره همداسې پاته د ه ، نه داچې ورته سزاورنه كړله شوه مح كمي ته راكش نه كړل شو ل بلكې لوړو ځوكيوته له ټاكل كيدوسره نور امتيازات وركړل شول، چې دي مصلحتي اوپرشخصي ګټوولاړ دپردو ګټو ساتونكې اوسنې واكمن دولت دخلګوپرزخمونو نوري مالګي ودوړه ولې عامه م� �ي ذهنيت يې دكركې اوناباوري سيندته لاهوكړ. كه چيرته تيرته لږ فكر ي سترګي و� �هسكې كړو نوو به وينو چې ډيرودخپل واك دساتني لپاره ډول ډول نامشروع لاري مشروع بل� �ې پرهيځ يې صرفه نه ده كړې اوهغه كارونه يې سرته رسولې چې په هغه وخت كې په پټه خوله اووروسته په ښكاره غندل شويدي ، زموږ ناوړمرغې همداده چې دانتقام احساس تل راكې پياوړي اوټول عقلي اوذهني سيسم يې تراغيزي لاندي راوستلي ، دانتقام لپاره له هرډول دوښمن سره يو ځاى كيږو ځانونه پرپلورو ترځوخپل ورور له پښو و غورځه وو. دانتقام او قدرت ترلاسه كولولپاره هر ډول غلامي ، په ملي او اسلامي افغا ني ارزښتو لوبي كول ځان پلو� �نه باندي ويا ړونه كوو له بده مرغه داناوړه دود دشاشجاع له كرغيړن مهاله رارواج شويد ي چي تراوسه يې دقدرت ليونې پلي كوي، په دي ورستيو وختونوكې دليلې ددښتي دشهيدانو خبره دنړي يوالو رسنيوله خوا� �اپورته شويده چې بايد پوښتنه يې وشي او جنايتكارانوته يې سزاوركړله شې . اوباما داكا ر ددو هدفونو د � �استه راوړلو لپاره كوي ، يو غواړي له خپل مخالف نړيوال تروريست او وينې تويونكې بوش او ډلي نه سياسي انتقام واخلي ، دوهم نړيوال شړل شوي ذهنيت دراخپلولولپاره چې وښئ امريكا بي لوري او دهر ظالم اوپ� �انسانيت تيري كونكو سره محاسبه وكړي .داهم بايد له ياده ونه باسو چې شايد دكرزي او ډلي ته يې يو نيښ وروړل دي چې ورته نوردمنلو نه دى.دافغانستان دقدرت ليونو له نړيوالواو امريكا سره دهرډول تړو ن له كولوپرته وقدرت ته درسيدو په شرط ټول اختيارات نړيوالواو جنايت كونكوته وركړل چې پرافغانستان بريدوكړي ، هغسې وشول دامريكا ديرغل وروسته په زرهاو پښتانه دطالبانو په نامه په ډله يز ډول ووژل شول، چې يوازي دليلي دښته يې نړيوالوته مالومه ده نوري وژنې تراوسه پټې پاته دي . موږ په كلكه دليلي دشهيدانو دپوښتي او جنايتكارانو دراكشولوملاتړكو .له نړيوالو هيله كوو چې په دي لاره كې پياوړي ا ګړندي ګامونه پورته كړي ، له هيواد والوهيله كوو چې دورسيتوجنايت كارانوپه اړه چې هرډول مالومات لري رسينوته وړاندي كړي . په ډاډ ويلاي شو چې د ليلې ددښتي دشهيدانو پوښتنه او جنايت كارانوته سزا بۀ ، په افغاني ذهنيت كې له نړيوالو يرغلګروسره لږ نرمي راولي ، چې دشرايطو په منلو سره به دي هيوادته سوله راشې ..داچې نن سبا يوازي دليلي ددښتي دشهيدانو خبر ي كيږ ي غواړم نن هغه ځه دلته وليكم كوم چې دليلي ددښتي پر ډله يزي وژنه سربيره نور ځايونه هم په زرهاو طالبان شهيدان شويدي ، دوي ريښتي شهيدان دي ځكه له تسليم كيدو وروسته په نامردانه او وحشيانه ډول دمظلوميت په ډول وژل شويد ،دخپل هيواداولس په وړاندي دخپل مسوليت دت� �سره كولوپه اساس له كومو پيښو نه چې ماته مالومات شويدي اويامې ترلاسه كړيدي غواړم له ټولو هيوادوالوسره ګډ كړم . ځه موده وړاندي دفارياب ولايت دقيصار ولسوالي ته تللي وم ، دنوروكارونوترځنګ مي دتاريخې ما� �وما تو له راټولوسره له دي سره هم مينه پيداشو ه چې دلته پښتانه ازبك تركمن ا وسيدان اونرقوم ونه يو ځاى اوسيږي نو دطالبان دراتلواو پرڅيدو اودجنبش په اړه مالومات ترلاسه كړم ، ددوستانو په م لتيامې ځوتنه ازبكان تركمن اوسيدان پيداكړل ،له سيد حسن چې اوس دامنيې سرتيرى وو پوښتنه وكړه چې ستاسو او پښتنوترمنځ دلته اړيكې اوژوند ځنګه دي . هغه راته وويل : دلته دنجيب الله دحكومت له تلو وروسته � �درت ټول جنبش ته په لاس ورغلى ، كوم مجاهدن چې په نوروتنظمونوپوري تړلي وو ياوتښتيدل يا له دوستم سريو ځاي شو ل ، دلته داسې حالت راغلى چې پښتانه ټو ل په زوره له خپلو ځمكو وشړل شول ، ووژ ل شول اوپرنام وسونويي تيري وشول په لږشمير له جنبش سره ملګري شول .خلګ نه پوهيدل، يوازي په غوږ كې داورپوكړ ل شوي وو چې دلته بي له ازبكو بل ځوك دژند حق نه لري داسيمه بايدله پښتنو پاكه شي . كله چې طالبان راغ� �ل تيرو ظلمونويې سترګې پټي كړي وې ، د انتقام په اوركې سوځيدل هر شئ چې په مخه ورتلو هواراوويې ، ژوندي يې نه پريښود خووروسته بياوضعه سمه شو ه ، كله چې طالبانو په اول واري سقوط وكړ ډير طالبان پرلاې مړه شول له هر ه كوره نراو ښځئ پرراووتل ، دوهم واري چې طالبان راغلل سم شوي و چې له هغه وروسته دپښتنو او ازبكو خبره سړه شوه ، خلګو سم سوليز ژوند پيل كړ. موږ ځوتنه اول له طالبانوسره وو ځكه چې سيدان وو ، كله چې طالبانو ماته خوړه ځه موده وړاندي موله دوستم سره چې اړيكې كلكي كړي وي اوتياري نيول كيدو چې طا� �بانوپرخلاف دامريكا ملاتړ وكړو . له ميمنې طالبان رامات شول په دولت اوبادكې مو ونيول تق� �يبا ن 1800كسان ول لاسونه مورووتړل دوستم ته مو مخابره وركړه چې ځه په وكړو دونه ځآي نه لرو هغه وي زه احوال دركوم هغه و چې خپل معاون او قومندان ديوانه يې راوليږل، دقيصا ر او دولت اوبادترمنځ مودوي په غټوكې كينولي وو چې راورسيدل . قومندان ديوانه زموږ قومندان فتح الله ته وويل ځاى ځنګه نه لر ئ . چې دا وساتئ دادخداى ځمكه دځه لپاره ده ، ټول وويشتل بيامو په بيلدوزرباندي غارونه جوړكړل هلته مو پټ كړل . موږ چې له قومندان فتح الله سره له قيصاره ورغلي اوددي سيمي قومندان دى و په دې كارموډيره خوابده شوه ، � �يصار ته راغلو تر چهل ګزي پوري خلګو اوزموږ سړو ډيرطالبان نيولي و، ټول موراوستل كيسارته چې ومو شميرل 2000 ځوكسه شول ، دوي موبنديان كړل دلته قومې مشران هم را غلل له � �ومندان فتح الله سره ترډيرو مشهورو، ورو سته يې داپريكړه وكړه چې مركز بايد خبرنه شې اوټول طالبان با يد پټ وليږو ، دوستم ورته مخابره وكړه چې ځوكسه دي نيولي د ي ورته ويې وويل چې يوازي لس كسه دي هغه دحجرو طالبان دي ځه په وكړم . دوستم ورته وويل چې هغه نوموږځه كو پسې ولاړشه پيدايې كړه( او روان شان كن )كله چې خبري تمامي شوي موټرمو ورته ونيول ټول مو بادغيس ته وليږل ، پښتانه كورونه چې دالته اوسيدل هغه كډۀ شول احوال يې وركړ خپلو كوورنوته راغلل . داميړانه يوازي قومندان فتح الله وكړه چې دپښتنواوازبكانو ترمنځ يې ناباوري لري كړه په ټاكنو كې ټولو پښتنو فتح الله ته رايه ور كړه چې داولسې جرګي وكيل وټاكل شو . سيدحسن خبري ځونورو كسانوچې له قومندان فتح الله سره ولاړو لكه الله داد تركمن جان محمد ازبك شريف ازبك دوكاندار ، حاجې سيدمحمد چې دوكانداراوځوتنونورو چې دالته و، هم تايد كړي .اوس نورا� �ئ وګورئ يواز ي دكندو ز د تسليم شو يو پښتنو پوښتنه كيږي چې په ليست ورته تسليم � �ويدي ، هغه نور چې پرلار و او نوروځايو كې نيول شوي اوبيا يې وژلي دي ځنګه او ځوك به يې پوښتنه كوي ،؟ هر ځوك چې دپو ښتني او ګرويږ ني چاري اودمالوماتو دراټوله ولو دندي پرغاړه اخلي هيله كيږي چې له م يمني بياترمرغاب پوري چې دپښتنو سيمه پيل كيږي دتسليم شويو طالبانو دوژول كيدو اوډليزو قبرونو مالوما ت راټول او له خلګو پوښتنه وشې . نوى او كره مالومات دي دسيمي له خلګو راټول كړئ ، دقيصار ولسوا� �ي ته ولاړشئ هلته له خلګو پوښتنه وكړئ چې ددو زروپښتنو شهيدانو په اړه مالومات ترلاسه او داډله ايږ قبر مونده كړي ، دملي خاين اوسړي وژونكې دوستم اودهغه ديارانو له دي جنايت هم بآيد پرده پورته شې .هرهغه ځوك چې په افغانستان كې وچارومسايلو اوپيښوته د سمت قوم په عينكو كې ګوري پاى يې تياره او ذلت به يې په برخه وي . هر افغان او ليكوال او روڼ اندي ايماني او افغاني دنده لرئ چې ددغسې ناوړو پيـــښو دمالوماتو په اړه چې ځومره لرئ رسينواو مسولينوسره ګډ كړئ . داليكنه دوام لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوريزه", "output": "افغان یم زه افغان یم خپل وطن راباندی ګران دیاتحاد او ورور ولی ځما ارمان دی چه یی مینه دوطن یی ده په زړه کیافغانی داهموطن را باندی ګران دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکايی جنرال:پاکستان خطرناک دی، حکومت هم ناتوانه", "output": "د امريکی د پوځ لوی د� �ستيز کابل ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان څخه افغانستان ته د اورپکو د مخ پر زیاتیدونکي اوښتو په ا ړه انديښنه ښولي او دا کار ېې پر اورپکو باندی د پاکستان د نوی حکومت د نه فشار لامل بللی .اميرالبحر ادميرال مايک مولن د افغانستان له لوی درستيز او یو شمیر نورو پوځي چارواکو سره د لیدو کتو پر مهال وویل چې پاکستان دې القاعدی تړاوه اورپکو د مخ نیوی لپاره ډير څه نه دي کړي .د امريکې لوی درستیز له دې دم خه سږ کال دوه ځله له پاکستان څخه هم ليده کاته کړي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دغزني لونګ !", "output": "١٣ دغويي ١٣٣٨٤ يونس برهان - کابل دا (لونګ) دى، د غزني پښتو خپرونه ... لونګ پسول دى، لونګ خوشبويي ده، لونګ ښکلا ده، لونګ د سوچه پښتو کلتور نوم دى، لونګ د کليوال او پښتني دود نښه ده، لونګ د پښتنو د ادب او کلتور نه بېلېدونکى توکى دى. لونګ د نجونو دغاړي هار دى، لونګ د پېغلو د خوښي سندره ده، لونګ د ناوي د ټــټر پسول دى، او لونګ اوس ”د ښارونو د ناوي“ خپرونه ده. له نېکه مرغه دا دى اوس د لونګ وږمې له غزني نه چې يو وخت ورته 'د ښارونو ناوې' ويل کېده راپورته کېږي. موږ هېله من يو چې لونګ د غزني تر جغرافيايي پولو ټاکلى پاتې نه سي او که خداى وکړي په وږمو به يې د هېواد د ننه او بهر پښتو ونازوو. هو، لونګ د يوه هېر سوې او سپېره ولايت غـږ دى، هغه غږ چې که بيا هم د د همدې سيمې پرګنې پرې را ويښ نه سي بيا به مو لـه دې خوبه شپېلۍ د اسرافيل ويښوي. د لونګ ځانګړتيا داده چې سياست نه کوي او ليکنې يې يوازي د پوهنيز، څېړنيز او ادبي ډګر سره تړلې دي. د لونګ يوه موخه داده چې په داسې يوه سيمه کې چې هلته د ازادو رسنيو او خپرونو نوم هم نه تر سترګو کېږي خلک کلتوري کارونو ته وهڅوي. په ناڅاپي توګه، د لونګ پيل نن د رسنيو د ازادۍ له نړيوالي ورځې سره سمون خوري چې موږ يې دا تصادف په نېک شګون نيسو. لونګ دوه مياشتنۍ د محمد يونس برهان په سرلارۍ او هميم جلالزي او اسد الله بلهار په هڅو خپرېږي. د دې لپاره چې د د مجلې د منځپانګې په لا شتمنوالي کې مو برخه اخيستي وي موږ ستاسو، ليکنو، وړانديزونو او رغنده نيوکو ته سترګي په لاره يو. هيله ده چې له داسې يوې خپرونې څخه چې نوي راټوکېدلي او د چلوونکو په ځاني لګښت چاپېږي خپل ملاتړ او مرستي ونه سپموئ چې يوازي د لوستونکو او مينه والو مينه او ملاتړ او زموږ ټينګ هوډ د لونګ د عمر د پايښت ژمنتيا کولاى سي. په نژدې راتلونکي کي به لونګ په بېنوا کي هم ديوې ځانګړې برخي خاوند شي . زموږ برېښناليک پته : lawang.magazine@gmail.com د ګرځنده شمېره : 079 041 021"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیکا کې دملي اردو ٥ سرتیري وژل شوي.", "output": "بینوا ته دائتلافي ځواکونو له لوري په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن دملي اردو ٥ سرتیري هغه مهال ووژل شول او نور ٦ یې ټپیان شول کله چې مخالفو وسلوالو یې په مرکز برید وکړ. خبرپاڼه وايي پیښه دبرمل په ولسوالۍ کې مخ ته شوې دوی وايې چې بیا جگړه ونښته او ائتلافي ځواکونه یې مرستې ورغلل چې په ترڅ کې یې له مخالفو ٢٠ جنگیالي ووژل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "شعر عبدالباري جهاني ستا سره سبا نوم د یار کله سته زیری دي پر خوله د رویبار کله سته څوک به درته غوږ نیسي ناصحه ننزمونږ په ښاریه کې وزګار کله شته واک مو ا� �ستي وعدو تړلی دینور مو په اختیار کې انکار کله ستهغاړې د زګېروي تیغونو غوڅي کړېاوس په دې وطن کې بیمار کله سته مینه وه یاغي سوله رسوا سوله مه څیړه رازونه اسرار کله سته هیرې زمانې شهیدي ویني کړېلیري که دا شمع مزار کله سته پوه سومه پر دی سوې خو په زړه کې ميمینه بې له تا د اغیار کله سته واخله نذ� �انه د جهاني جنونبل دي زولنو ته تیار کله سته د پښتو نړۍ د تکړه شاعر عبدالباري جهاني د (شپیلې)شعري ټولګې څخه د میرويس جلالزي په خوښه غوره شوی یو غزل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کي ځانمرګى بريد وسو", "output": "نن ماپښين پر سيمه ايز وخت درې نيمي بجې د کندهار ښار په لوېديځ (مېرويس مېنه) کي يو ځانمرګى بريد ترسره سو چي له امله يې د چارواکو په وينا يوازي ملکي کسان زيانمن سوي دي. د کندهار امنيه قومندان جنرال عصمت الله عليزي رسنيو ته وويل چي بريد په سيمه کي د کاناډايي ځواکونو پر يوه تېرېدونکي کاروان رامنځته سو چي له امله يې د جنرال عليزي په وينا پر بريدکوونکي برسېره يو لا� �وى مړ او دوه نور ټپيان سوه، نوموړي وويل په دې بريد کي کاناډايي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى. که څه هم د پېښي ځاى د پوليسو له خوا ترڅارني لاندي دى خو د عيني شاهدانو په وينا دوى په سيمه کي د ملکي کسانو يو سوزکى موټر وليدى چي د اور لمبې پر ګرځېدې. د يادوني وړ ده چي په روانه اونۍ کي دا دوهم ځانمرګى بريد دى چي په کندهار کي ترسره کېږي. لومړى هغه يې دوې ورځي وړاندي د کندهار ښار په ختيځ (د ښورندام) په سيمه کي د کاناډايي س� �تېرو پر يوه کاروان سوى و چي دوه کاناډايان پکښي وژل سوي او ٣ نور ټپيان سوي وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر : کندهار کي دفوټ بال لوبه په ژوبله او داور په لمبو واوښته", "output": "لودين په کندهار د فوټ بال روانه لوبه داور په لمبو بدله سوه .لوبه چي نن مازيګر په ورزشي لوبغالي کي د پامير او اتفاق کوله هغه وخت په تاو تريخوالي واوښته کله چي پر پامير لوبډلي پاينالټي راغله او دوي ونه منله وروسته پوليس ډزي وکړي او داتفاق لوبډلي يو لوبغاړي يي تپي کړ وروسته ننداره کوونکو تاوتريخوالي جوړ کړ او ورزشي لوبغالي ته اور واچاوه اوس هم د اور لمـپي مخ په وړاندي رواني دي او تر دي مهاله سيمي ته امنتي کسان نه دي رسيدلي .نور جزيات وروسته ..."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان:د کندهار محبس په سلګونو بنديان خوندي دي", "output": "د طالب وسله والو یو نطاق قاري یوسف احمدي د یو بیان په خپرولو سره نن سهار وویل چې د کندهار له محبس څخه د دوي ټول تښتیدلي ملګري امن ځایونو ته رسیدلي دي. د کندهار د محبس په عمومي دروازه چې چهل زینو ته مخامخ موقیعت لري تیره شپه نه بجې د با� �تو ډک یو ټانکر ځان وژونکی برید وشو ورپسې پلي طالبان په زندان ور توی شول او دروازې یې په بمونو او ګ� �نیټونو والوزولي. په لومړني برید کې ۱۵ پولیس ځای پر ځای وژل شوي دي. د چاودنې په سیمه کې د محبس څه نا څه ۳۰ متره اوږد ډبرین دیوال او د دروازې هیڅ اثار نه ښکاري او هره خوا د مرمیو پوچکې پرتي دي. په دې زندان کې چې شاوخوا ۱۱� �۰ سیاسي او جنایي بنیدان پراته وو ویل کیږي ترینه شاوخوا ۸۵۰ تنه تښتیدلي او یوازې ۲۵۰ تنه اوس په محبس کې دي. طالب ویاند ومنله چې ځيني ښځینه جنایي بندیاني هم له دوي سره په خوندي ځآیونو کې دي. د چادنې سیمې ته څيرمه د ت� �افیکو مدیریت ودانۍ په بشپړه توګه ړنګه شوي ده . د کندهار د ولایتي شورا مشر احمدولي کرزي هم دا پیښه تاید کړه او زیاته یې کړه چې شاوخوا ۲۵۰ تنه بندیان تښتیدلي دي. د ملي امنیت یو مامور چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شې سهاروختي بینواویب پاڼی ته وویل چې دوي له تیرې شپې راهیسي یو شمیر هغه بندیان بیرته نیولي کوم چې له بند څخه تښتیدلي ول. په دې پراګنده اخ او ډب کې د لسګونو تنو بندیانو دوژل کیدو خبري هم کیږي. په کندهار ښار کې اوس بیړنۍ حالت اعلام شوی او ملي پولیس، ملي اردو او ایتلافي ځواکونه هڅه کوي چې تښتیدلي بندیان بیرته ونیسي. ښار نن سهار له ګنګوني تش ښکاري او موټري هم تګ را تګ نه شي کولای .د پولیسو یوه روغتیایې ډله هم د زندان منځ ته و� �غلي تر څو ټپیان تداوي کړي خو د ټپیانو شمیره وچته ده .د عدليي وزارت معین محمد قاسم هاشمزي هم دا پیښه تاید کړي او هغه یې به تیرو پینځو کلونو کې په خپل ډول کې بی ساري بللي. هاشمزي بینوا ته وویل چې دوي پلټني پیل کړي او دې کار سخت اندیښمن کړي دي. تر اوسه نده څرګنده چې پّه دقیقه توګه څومره بندیان له زندان څخه تښتیدلي ، څومره پولیس، برید کونکي او بندیان په مخامخ اخ او ډب کې وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کي طالبانو قومي مشر وواژه", "output": "دوې ورځي مخکي وسلوالو طالبانو د هلمند په موسى قلعه ولسوالۍ کي يو تن قومي مشر معلم پاينده محمد خان افغان او نړيوالو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلى دى . ځايې خلک وايې چي معلم پاينده محمد خان څو ورځي مخکي د خلکو د ستونزو د شريکو لو په موخه ولسوالۍ ته تللى وه چي خپل کورته د ستنېد� �و پر مهال وسلوالو طالبانو د جاسوسۍ په تور وژلى دى . د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال خبري رسنيو ته د ياد سوي قومي مشر د وژني د پخلي تر څنګ ويلي چي نوموړى له دولت سره د خلکو د ستونزو د شريکولو په موخه ولسوآلي ته رآغلى وو چي خپل کورته د بيرته ستنېدلو پر مهال وسلوالو طالبانو ددولت سره د تړاو په تور وژلى دى . وسلوالو طالبان د قومي مشر معلم پاينده محمد خان د وژني د مسؤ� �يت تر څنګ وايې چي نوموړى افغان او نړيوالو ځواکونو ته د جاسوسۍ په موخه ولسوالۍ ته ورغلى وو . د يادوني وړ ده چي له وسلوالو طالبانو څخه د موسى قلعه ولسوالۍ تر بيرته نيولو وروسته د الومړى ځل دى چي وسلوال طالبان په نوموړې و� �سوالۍ کي افغان او نړيوالو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور يو قومي مشر وژني"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عاجل خبر: ځانمرگي برید گڼه مرگ ژوبله واړوله", "output": "نن د پنجشنبې په سهار یوه ځانمرگی برید کونکي د پاکستان په صوات سیمه کې خپل له بمونو ډک گاډي د پولیسو له یو مرکز سره وجنگاوه چې په پایله کی ېې دری پولیس مړه او 15 نور ژوبل شول . د پولیسو مشر ادریس بنگش وویل چې له برید دمخه دوه توغندي هم د پولیسو په مرکز توغول شوي ول . دا چاودنه په داسی حال کې رامنځ ته کیږي چې د پاکستاني طالبانو ویاند مولوي عمر له دولت سره د روغی جوړي ټټر وهلی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اتو سترو صنعتي هیوادونو غونډه روانه ده", "output": "میرویس جلالزی د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ خپله غونډه پیل کړه.د لومړي ورځي په غونډه کې د اجندا خ� �اف د ایران پر مسلې خبرې وشوي.ټاکل شوي چې د غونډي په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندي په � �وانه جګړه، فقر، مخدره توکو، را روانو انتخاباتو او امنیتي حالت خبري شوي وای . د ایټالیا د بهرنیو چا� �و وزیر فرانکو فراتیني له لاریون کونکو سره د ایراني دولت په چلند نیوکي وکړي او د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو استازو د یوه پریکړه لیک په صدور سره په ایران غږ وکړ چې بنسټیزو بشري حقونو او د وینا خپلواکۍ ته درناوی وکړي.په دغه غونډه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې استازی ریچارد هالبروک، د منځني ختیځ � �پاره د اوبهاما نماینده جورج میچل او د اروپا د بهرني سیاست مشر خاویر سولانا ګډون لري.ویل کیږي چې د افغانستان په اړه خبرو کې به د جې اته غړي هیوادونه یو لړ توافقاتو ته هم لاس ومومي.ټاکل شوي چې نن شپه به د افغانستان پر حالاتو خبري وشي او ټولي هغه لاري چاري به ولټول شي چې له مخې یې د طالبانو پر وړاندي � �وانه جګړه اغیزمنه کیدای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل- جلال آباد د عمومي سرک د دوهمې لیکې د جوړیدو چاري پیلیږي", "output": "رپوټ: شهسوار خان ایډیټ: جلالزی ټاکل شوي چې ډیر ژر د کابل – جلال آباد د لویې لاري د عمده واټ د دوهمې کرښې د جوړولو چارې پیل شي. دغه ټکی د ټول ګټو وزارت چارواکو څرګند کړ. په دغه دوهمه لیکه چې په کانکریټي توګه جوړیږي ۱۵۰ ملیونه ډالره لګښت راځي چې د اسیا د پراختیایې بانک له خوا ورکول کیږي. د دغې لیکې اوږدوالی ۱۵۴ کیلومتره دی چې د پخواني قیر سرک تر څنګ به په کانکریټي توګه جوړیږي. دا به د هیواد په کچه لومړۍ لویه لاره وي چې په کانکریټي توګه جوړیږي. دمګړۍ د کابل- جلال آباد پر لویه لاره تلونکي مسافر تل د ترافیکي ستونزو څخه شکایت کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د څرك مدني ټولنې خپرونه (لپه) چاپ شوه", "output": "د څرك مدني او كولتوري ټولنې درې مياشتۍ مجله ((لپه))، پرله پسې نهمه او د روان ۱۳۸۶ لمريز كال د مني ګڼه په ښكلې بڼه او صحافت له چاپه راووته. په دغه ګڼه كې د امن د ګډې جرګې په اړه ځانګړې ليكنې او د پوهانو نظرونه راغلي دي او د دې ترڅنګ، د درنو � �يكوالو لكه، ډاكټر رستار تره كى، ډاكټر سالار، محمد آصف وردګ، پوهاند كاكړ، ډاكټر سيد عبدالله كاظم او نور. لپه مجله په پېښور كې له دانش كتاب پلورنځي او په افغانستان كې د ننه د نى د ملي شبكې له هرې غرفې څخه يوازې د شل افغانيو په بدل كې ترلاسه كولى شئ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اووه پوځيان ټپيان او لس طالبان ووژل سول", "output": "په شمالي وزيرستان کي د ځايي طا� �بانو او پاکستاني پوځيانو تر منځ نښته کي لس طالبان مړه او اووه پاکستاني پوځيان ټپيان سوي دي.راپورونه وايي نښته هغه وخت رامنځته سوې چي په يوه غرنۍ سيمه کي د پاکستاني پوځيانو پر يوه کاروان بريد وسو.د پاکستاني پوځ چارواکي وايي وروسته پوځيانو ته هوايي مرسته راورسېده چي د بمباريو له امله طالبانو ته سخته مرګ ژوبله واووښته.د وزيرستان د طالبانو وياند احمدالله احمدي د بي بي سي اردو څانګي ته په مرکه کي وويل، په دې نښته کي طالبانو ته هيڅ راز زيان نه دى اوښتى، بلکي په بمباريو کي ملکي کسان وژل سوي دي.هغه زياته کړه چي په دې نښته کي يې د پوځيانو پنځه موټر سوځلي چي پکښي سپاره ٢٠ کسه وژل سوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رباني د قانوني سره په سيالي كي", "output": "زلمی مشال د ولسي جرګې او ولايتي شورا ګانو د ټاكنو د پای ته رسيدو سره سم د پارلمان درئيس د ټاكني موضوع د ورځي په تودي خبري اوښتي، ځينو رسينو خو لا افغانستان ته د زلمي خليل زاد سفر هم په دي اړه وباله او ويي وليكل چي ځلمي خليل زاد غواړي په افغانستان كي دخپلو اړيكو په مټ د كرزي دخوښي كانديد ته كمپاين وكړي، سره له دي چي تراوسه لا څرګنده نه ده چي ښاغلي كرزي به له كوم كانديد نه ملاتړ كوي او يا څوك څوك دي څوكي ته كانديد دي خو په رسينو كي د قانوني، رباني، نعيم فراهي اويو شمير نورو نومونه په دي اړه يادول كيږي، البته په دوی كي يوازي قانوني دی چي لا دمخه يي د خپل كانديداتوري اعلان كړي، قانوني په هغه مطبوعاتي مركه كي چي د پارلمان رياست ته دخپلي كانديداتوري نيت څرګنداوه، دا هم وويل چي استاد سياف او محقق دي مقام ته ځانونه نه كانديدوي او د رباني سره د جوړ جاړي په هكله خبري او اتري رواني دي، د قانوني د دي مركي مطلب دا وو چي ځان ترټولو ځواكمن كانديد معرفي كړي ترڅو هغه شميرد پارلمان وكيلان چي د پارلمان د رئيس په هكله زړه نازړه دي هغوي هم قانوني ګټونكي كانديد وګڼي او ده ته راي وركړي، خو برهان الدين رباني د ديكشنبه په ورځ د آزادي راديو سره په خپله يوه مركه كي چي د ورځي په ۱۱ بجو نشر شوه د قانوني سره د راتلونكي پارلمان درياست په هكله د دواړو خواوو د خبرو اترو خبره رد كړه اوويي ويل چي هغه قانوني تل د جمعيت اسلامي د يو فعال په توګه ځانله منلي او د راتلونكي پارلمان د رياست په هكله يي ورسره هيڅ رنګه خبري اتري نه دي کړي . د رباني دا مركه ډيره په زړه پوري ده يو خو دا چي چي قانوني په دي هكله دروغ ويلي او بله دا چي ښكاري اوس هم د رباني او قانوني ترمنځ د اختلافاتو واټن پراخ دي او دوي په دي ندي بريالي شوي چي په دي اړه موافقي ته ورسيږي، د رباني او د نظار دشوري ترمنځ د اختلافاتو ګونګوسي خو لا د جهاد له وخت نه اوريدل كيدي خو بياهم د نظار شوري په ښكاره رباني د خپل لار ښود اومشر په توګه مانه او له همدي امله يي د مجاهدينود حكومت په مهال د جمهوري رياست كرسي ده ته سپارلي وه ، خو كله چي د بيړني لويي جرګي په درشل كي مارشال فهيم د رباني پرځاي د ښاغلي كرزي د كانديداتوري نه خپل ملاتړ اعلان كړ د دوي ترمنځ د اختلافاتو واټن لاپراخ او په ډاګه شو، په ځواب كي رباني او زوم يې احمد ضيا مسعود د جمهوري رياست په ټاكنوكي دقانوني پرځای د كرزي نه ملاتړ وكړ او دهمدې ملاتړ په مټ ښاغلي كرزي په بدخشان كي ښي ښايسته رايي واخستي، دي اختلافاتو يوځل بيا قانوني او رباني سره د سيالي په ډګر كي مخامخ كړل. دابه وخت مالومه كړي چي په دي لوبه كي څوك ګټونكي دي او څوك بايلونكي، خو البته درباني اوقانوني سيالي به په پارلمان كي د ملي دريځ خاوندانواو روښان اندو ته دا زمينه مساعده كړي چي وكولاي شي دپارلمان رياست ته خپل كانديد بريالي كړي،. د څرګندو دلايلو له امله د روښان اندو او دملي دريځ خاوندانو ونډه په پارلمان كي ډيره كمزورې ده، زه نه غواړم په دې هكله وغږيږم چي روڼ اندو ولي ونشول كولاي چي پارلمان ته لار ومومي خودا بايد ووايم چي په تيرو دريو لسيزو كي ټوپك سالارانو د ولسي شخصيتونو او روښان اندو د رابرسيره كيدو مخه ټپ كړې وه چي دې كار كي د ګاونډيو ملاتړ هم ورسره وو، بله دا چي ټوپك سالارانو د كلونو كلونو تالان په مټ وكولاي شول په ټاكنو كي د مليون هاوو افغانيو مصرف وزغمي او په دي توګه وكولاي شي د خلكو رايي په بيه واخلي، همدارنګه ټوپك سالارانو يواځي قومي رايي اخستي، د ولسمشرۍ په ټاكنوكي دا خبره بالكل په ډاګه شوه چي څوك ملي رايي لري او څوك قومي او سمتي رايي چي ښه بيلګه يي محقق اوقانوني دي، دوي دواړو ونشول كولاي چي دولسمشري په ټاكنوكي ملي رايي خپلي كړي، اوس هم همداسي وشول ډير شميرټوپك سالارانو يواځي قومي رايي اخستي. روښان اندي او دملي دريځ خاوندان بايد له دي فرصت نه ګټه واخلي او پري نږدي چي د پارلمان په رياست هم هغه ټوپك سالارانو لاس ته ولويږي چي دا څو لسيزي يي افغانستان د قومي او ژبنيو تربګنيو په اور كي سوځولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عراق کي د تشددد له منځ وړلو په موخه پوځي عمليات", "output": "د عراق په ديوانه ښار کې پوځي عمليات په راتلونکو ورځو کې به هم دوام وکړي. دغه خبر تېره ورځ د عراقي او پولندي ځواکونو قوماندانانو اعلام کړه. دغه عمليات په دغه ښار کې د امنيت او نظم د ټينګېدو په موخه تر سره کېږي.د عراقي ځواکونو په وينا د ښار خلکو له دغه عملياتو څخه خپل ملاتړ اعلام کړل. د ښار په بېلا بېلو سيمو کې د عراقي او امريکايي ځواکونو ګډې امنيتي پوستې په ځانګړي توګه په هغو سيمو کې چې مليشې په هغه ځاى کې زيات فعاليت کوي جوړې شوي دي. عراقي ځواکونه په تېرو دوو ورځ وکې په دغه ښار کې د شيعه مليشو د ځپلو په موخه په جګړه بوخت دي. د سخت دريځه شيعه او روحاني مشر مقتدي صدر شيعه پلويان چې د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت هغوى د عراق د امنيت لپاره خطر بولي په دغه ښار کې پراخ فعاليتونه کوي. پر تګ راتګ باندې بنديز له جمعې ورځې راهيسې په دغه ښار کې لګولى شوى دى. په همدې حال کې د ښار روغتون په ٢٤ ساعتونو کې په دغه ښار کې د ١٣ وژل شوو او او څو تنو ټپيانو خبر ورکړى دى. له بلې خوا د دجمعې د ورځې په نښتو کې د عراق د پوځ ٣ سرتېري ټپيان او ٣ وسله وال کسان ووژل شول. دغه عمليات په دغه هېواد کې د هره ورځ تاوتريخوالي د کمولو لپاره د عراقي او امريکايي ځواکونو د ګډ پروګرام دوام شمېرل کېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ترهګر ۍ سره جګړه او د کلاوې سر !", "output": "هدايت الله هدايت - استراليا نن ترهګر ي او د دې شومي پديدې سره د جګړې او مبارزې جريان د نړېوال سياسي او ټولنيز ژوند په ډګر کې د يوې ډېري پېچلي او د ورځي په ډېري حادي موضوع باندي بدله سوې ده . په نړۍ کې د ترهګر ۍ شبحه لکه د سړې جګړې په څېر زموږ د نړۍ راتلونکې ډېره مشوشه کړې او د سبا دپاره اميدونه يې د مينځه وړلو د ګواښ سره مخامخ کړي دي . د سپټامبر د يولسمي ترهګر ي سهمناکې پېښي نه راوروسته نن دغه پروسه داسي شرائطو ته ننوتې ده چې بشري ټولنه يې په هره شېبه کې و يوې بلي هولناکي پېښي ته په انتظار کې پرې ايښې ده . نن چې د نړۍ ټول اطلاعاتي او خبري رسنۍ په خاص ډول راډيو او ټلويزيون چې د شتمنو ميليارډرانو په واک کې کښېوتي دي او د نړۍ ټوله فکري ماحول يې په واک کې راوستی دی ، اوس ترهګر ۍ ته داشاني بڼه ور کوي چې ګواکې د دوی په وينا يوازي هغه وخت به پاې ته رسيږي چې هغوی دي پرټوله جهان لاس تير اوهغه دي خپله کړي . هغه پراخه په ظاهره مبهمه او پېچلې استراتيژي چې نن د امريکا او انګليس لخوا د ترهګر ۍ سره د مبارزې تر نامه لاندي پرمخ بېول کيږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امريکايې او ناټويې پوځې اډو د غزېدو او ځاي پر ځاي کېدو لړۍ يې روانه ساتلې ده، آيا دغه بېساري پوځي پراختيا ، په رشتيا هم د يوه ترهګر عمل د مخنيوی دپاره تر سره کيږي اوکه د دغي پروسې تر شا نور ډېر څه پټ دي؟ د نړۍ ډېر خلګ اوس د ځانه سره دا پوښتنه کوي چې دامريکا اداره چې د ترهګر ۍ سره د جګړې په بهانه په دومره شدت او وحشت سره عمل کوي او هر ځاي ﻻس او پښې غزوي آيا د هغوی نه په دې جګړه کې د کلاوې سر ورک سوی دی ! او که ددې جګړې لوری په لوی لاس غواړي ونورو ترهګرو کړو ته برابر او دا لوری بيا د ولسونو و ځپلو ته هوارکړي؟ د ترهګر ( ټروريزم) پر پېژندنه باندي خواوس هم لوی بحث روان او ددې ناوړه مقولې پرسر باندي د تفاهم و رسيدلو ته ﻻ اوس هم يو لوي واټن پروت دی . خو هېوادونه، ولسونه او د بېلابېلو افکارو خاوندان او د نن ورځي ټوله هغه ښکېل ځواکونه چې د زور اوبه يې پر لوړه رواني دي و ترهګر ۍ ته او د خپلو او د نورو و ترهګرواعمالو ته بېلابېل توجيهات ورکوي او د خپلي خوښې شجرې ورته جوړَوي . ددې سره سره دا خبره هم تل سوېده او اوس هم کيږي چې ترهګر خو ټ ترهګر نه دي زيږېدلي بلکه هغوی د مختلفو ټولنيزو ناخوالو او بې عدالتيو په نتيجه کې و دې ﻻري ته راکش سوي دي، راکشيږي اويا داچې زياتره يې پخپله دهمدې مغرورو او حريصو دولتونو لخوا چې په نورو هېوادو کې د خپلو ګټو دلاسته راوړلو او ساتلو دپاره چې و ترهګر اعمالو ته يې ضرورت لاره، ﻻ پخوا يې داشاني ترهګري ډلي په خپلو مالي او پوځي مرستو روزلي او داسي اعمالو ته يې هڅولي وه . هغه وخت دې ډلو ته ټروريستان نه بلکه نور ډېر وتلي نومونه ورکول کېدله . دشوروي اتحاد د شلېدو نه وروسته لوېديځه نړۍ خاصتاً امريکا د خپلو زړو يارانو ( اسلامي بنسټپالو) څخه په ګيلو او ګذاريو پيل وکړ. هغوی چې د پرون آزادي بخښونکي جنګيالان اويا سرښندونکي مجاهدين بلل کېدل نن په نړيوال ډګر کې د ترهګر ډلو دمخکښانو په نامه شهرت و موند او د هغوی موجوديت و نړيوالي سولي ته يو بالقوه خطره و ګڼل سو! دبلي خوا کله چې نن بيا په ميليونونو انسانان د همدغه متمدنه نړۍ په د ننه کې و واټونو او بازارونو ته راوزي او دنړۍ داوسنۍ غير عادلانه نړيوال اقتصادي او تجارتي سيسټم چې د سرمايې و پړسوب او د فقر و ژورتوب ته ﻻره غزوي، د هغوی پر ضد راپورته کيږي او د پردې تر شا شيطاني نيتونه لوڅوي، نوي ﻻري پرانيزي، پخواني فکري او مکتبي تناوونه شلوي، نړيوال اقتصاد ته انساني او عادﻻنه چلينجونه ورکوي . او هغه کسان چې بيا بر الا د امريکا ، اسرائيل او انګليس او نورو هېوادو پر کړو او ظلموباندي خپل ځيګرونه څيري او سرونه ټکوي ، خپله شديده سياسي کرکه بيانوي او خپل نفرت په خپلې ځان وژني سره تمثيلوي ، په رشتيا داد کومو ستونزو او ژور ټولنيز انساني خروښ ښکارندويه ده؟ دا د کومو رېښه داره او ژورو ټولنيزو ستونزو ، بې عدالتيو او تيريو د غميزو نه خبري کوي کوم چې بشري عواطف يې داسي زخمي سوي دی . آيا دغه ولسي او پرګنيزه خښم به په راتلونکي کې لا نور هم و ورته نورو داسي اعمالوته ﻻره نه پرا نيزي چې پايلې به يې لا مخکي تر مخکي د ډېري اندېښني وړ وي ، درست لکه هغه څه چې په دې نيژدې اوونيو کې په فرانسه او د هغه په ځينو نورو ګاونډو هېوادوکې پېښ سوه او دبېنوايانو خښم د ټولنيزه نا انډوليو، د تبعيض او تعصب قربانيان و بازارو او کوڅو ته را وه وتله او ډېر څه يې د اور په لمبو کې لولپه کړل . برژينسکي د جيمي کارټر د جمهوري رياست ددورې د امريکا د ملي امنيت مشاور په هغه مقاله کې چې د امريکا د مصيبت تر عنوان لاندي يې په لاټايم کې خپره کړېده وايې چې : « و امريکا ته بايد د ډېري خواشينۍ ځاي وي چې داروپا، ختيځي آسيا او ﻻتيني امريکا هغه هېوادونه چې معمولاً د امريکا ددوستانو په کتار کې وه اوس د امريکا د سياست په منتقدانو بدليږي او غلي شاني د سيمه ائيزو اتحاديو د جوړولو ﻻري چاري لټوي . د امريکا د سياست څخه دا ډول بېګانګي کېداې سي چې و امريکا ته په يوه دائمي تهديدونکی حقيقت بدل سي » امريکا اوس په خپل غرور اود نورو هېوادنو په چارو کې خپله بربنډه لاسوهنه تر هغه ځايه پر مخ بېولې ده چې نور نو ددې هېوادو د پاره د خپلواکۍ او ملي حاکميت مفاهيم پرکاغذ باندي د بې معني تورو په څېر پاتي سوی دي. امريکا په لوی ﻻس پر هغه ﻻر روان دی چې د غالبوزو په شيګَر ګينيو کې خاشې نه بلکه وسله والي لاسوهني وهي او هغه ته ان حقوقي او قانوني شجرې هم ورکوي خو هرکله چې بياو چيچل سي نو دنيا پر دابله خوا را اوړي او د ترهګر او د ترهګر وسره دجګړې نارې سورې او هنګامې راپورته کوي . آيا کېداي سي داشاني دوه مخيزه او فريب کارانه چلند، دمتمدني ټولني د جوړېدو معيارونه و ګڼل سي ؟ د ترهګرۍ هغه پېښې چې په نيويارک، لندن، شرم الشيخ، بالي، هسپانيه، اردن او د نړۍ په نورو ځايونو کې تر سره سوې او د زرګونو بېګناهو انسانانو د مرګ ژوبلي باعث وګرځېدلې، بې له شکه ستر جنايت ګڼل کيږي . دا ډول وژني او د بېګناه انسانانو په داشاني زوروني او شکنجو لاس پوري کول هيڅ راز بشري، سياسي او مذهبي توجيهات نه مني او هيچا ته نښايې چې داډول جناياتونه چې ملکې بني آدمان ځپي، هغه ته ښه ووايې . خو آيا دغه پېچلې مسئله او ددې قبيح کار محکوميت د يوې شپُږي په خاطر و ټوله پوستين ته د اور په اچولو سره حلېدلاې سي!. آيا دغه اوسنی کمپاين چې امريکايانو او انګريزانو تر لاس لاندي نيولی او ډېر هغه ته په ډاګه دولتي ټروريزم هم وايې ، ددې ﻻنجې دبنيادي حل سره مرسته کولاې سي؟ ولسونه خوپه دې باور دي چې هغه څه چې په نوموړي ځايونو او يا په عراق، فلسطين ، افغانستان، اونورو عربي او افريقايې هېوادنو کې تيرېږي هغه ډېرې پېچلي او بېخکي رېښې لري . د بشريت ټوله مترقي او متمدنه هېوادونه او ټولني خو په ډاګه داخبره کوي چې مخکې تر دې چې دا جګړه ائيږه موډرنه وسلوال د مرګ ماشين دي پر ولسونو او هېوادونو را مات سي په کار ده د دې ټروريستي کړو دريښو دپيداکولو او له مينځه وړلو ﻻري چاري ولټول سي او عملي او مسؤلانه بشري هڅي دي تر لاس لاندي و نيول سي ! کله چې ترهګري لړۍ خپل ځان و لندن ته ورساوه ، او دا ښکلي اروپائي ښار يې و لړزاوه او درنه مرګ ژوبله يې رامينخته کړه نو په دا سبايې دانګلستان يو مشهور ليکوال رابرت فيسک د ګارډين په ور ځپاڼه کې وليکل : « کله چې موږ په عراق کې په ډله ائيزه توګه وژني کوو نو څرنګه بايد دا تمه ولرو چې هغوی دي په موږ پسې پل راوانخلي » همدارنګه يو بل ليکوال جورج ګالاوي ليکي چې « د عراق جګړه يوه غير شرعي جګړه ده کوم چې ددروغو پر بنياد تر سره سوه او دا پخپله يو ډول دولتي ترهګر ي ده . خو فرق يې يوازي په دې کې دی چې ددې جګړې امر دهغه چا لخوا صادر سو چې ښکلې درېشي يې اغوستې او نيکټايې ئې تړلې وه او هغه بل بيا د بن ﻻدن لخوا وه چې قبا او عبا يې په ځان کې او د توري بوري په سيمه کې اوسېدی » . په هر حالت کې ترهګر ي د انساني آرمانه سره بېګانه او يوه شومه پديده ده دغه کار که د دولتونو لخوا تر سره سي او که د افرادو لخوا، نړيواله کرکه را پاروي . نن په ټوله نړۍ کې اوس ټوله په دې باور دي چې هغه سياست چې د امريکا او انګلستان لخوا د مينځني ختيځ په سيمه کې پر مخ بېول کيږي هغه پخپل ذات کې د کرکې او غوسې زېږنده ده اود ولسي پاڅون او مقاومت باعث ګرځې . د مثال په توګه د۵۷کلو راهيسي د فلسطين خلک د اسرائيلو لخوا پخپله خاوره کې قتل عاميږي خو امريکا سترګي ورباندي پټوي . اسرائيل دفلسطينيانو خاوره غصب کړېده د هغوی پر ملي او تاريخي مقاومت باندي ايف شپاړس را الوزوي او بېګناه خلګ يې وژل کيږي . ددې هېواد پوځونو تر پرونه پوري په لبَړ کې د فلسطيني ماشومانو د ډَبرو د ويشتلو ځواب د زرهپوشه ټانکونو په مرميو ورکاوه او دهمدې ماشومانو پر کورونو يې بولډوزران را سمََوَ ل، خو دسپيني ماڼۍ او متمدني نړۍ مخکښانو هغوی يا ترهګر او يا هم دمتمدني او ډيموکراټيکي نړۍ دښمنان بلل او ددغو ماشومانو وطني مينه يې په وينو کي لژنده کوله او ان دغه عمل ته يې لا هم زړه دی چې د ټروريزم سره د مبارزې عنوان ورکړي . امريکا او انګرېزی واکمنانو دعراق غوندي بډاې اومستقل هېواد باندي د ډله ايزه وسلو د درلودلو په تور دنړيوالو په سترګو ګې خاوري واچولې، خپل زوريې وکاره وه او ددې هېواد نه يې دادی د وحشت او بزکشۍ ميدان جوړکړ. په خپلواورغورځونکوبمو او بمباريو يې دغه هېواد د خاورو خاکه کړ، ددوی د يرغل پر ضد ددې هېواد د مقاومت او دملي پاڅون خوځښت يې د ټروريزم سره دمبارزې په نامه په وينو کې و لمباوه ، نفتي شريانونه يې و ځانته کش کړل او خلګ يې په دې يا هغه نامه په خپلو کې سره واچول او ﻻ معلومه نده چې نور څه به کيږي، خو د نړېوالو نه غواړي چې هغه دي په سيمه کې دخپلي متمدني او ډيموکراټيکې ټولني د سمبول په څيرو ګڼي کنه نود ټروريستانو او ياغياتو په نامه به يې و ځپي . دعراق په اړه د دې هېواد د بشري حقوقو د ريئس له قوله ويل کيږي چې د عراق د جګړې د پيل نه بيا تراوسه پوري د ۱۳۰ زرو نه زيات کسان وژل سوي دي چې تر نيمايې زيات يې ښځي او ماشومان دي . ګری يانګ دګارډين د سږکال د جوﻻي په يولسمه ګڼه کې ليکې چې « موږ نه غواړو خښم، کرکه اوغضب دي يوازي د خپل ځان حق و بولو، زموږ وينه په هيڅ صورت د عراقيانو او افغانانو تر وينو ډېره نده سره.» هغه زياتوي چې « بلير دلندن په حمله کې د پنځوسو تنو د مرګ او د اووسوو انګليسي ټپيانو مسئول ندی بلکه دا جهادي ترهګر وه چې په داسي قبيح کار يې ﻻس پوري کړ او ګنهکاره بلل کيږي. خو بلير بېله شکه د يو لکو عراقي انسانانو د وژني مسؤل دی چې په هغه هېواد کې وژل سوي دي .» دامريکا او انګليس پوځونو د عراق داشغال د هماغه سبا نه، خپله ريښتنې آزادي او ډيموکراسي و خلگو ته وښودله. هغوی په زرهاو عراقيان ونيول او زندانونو ته يې واچول او تر ډېرو شديدو شکنجو لاندي يې راوستل . ښځي، نجوني او ان د هغوي اولادونه يې نه يوازي شکنجه کړل بلکه ډله ايزه جنسي تيری يې ور باندي وکړ . امريکا د ګوانتانامو، ابوغريب او د بګرام په زندانو کې هغسي کارنامې تر سره او په تاريخ کې يې پرېښودلې چې د بشريت پرلمن باندي به د همېش دپاره يو تور داغ وي او تل به ور باندي وشرمېږي، خو د سپيني ماڼۍ واکداران، هغوی ته د ډيموکراټيک او بشري ټولني د جوړېدو او د ټروريزم سره د جګړې او دخپلو دښمنانو د له مينځه وړلو په ﻻره کې خپل لومړني متمدنه ګامونه بولي! نن د ترهګر ۍسره د جګړې په نامه د آزادی او امنيت په مابين کې هغه توازن چې د ډيموکراسۍ لومړنۍ خښته ده د ستر ګواښ او تهديدسره مخامخ کيږي . دغه دوه منل سوي اصلونه هر يو تر بل جاريږي . په واقعيت کې دا آزادي ده چې دامنيت د ټينګولو په خاطرتر پښو ﻻندي کيږي . امريکا د بن ﻻدن سره د مرستي نه وروسته کله چې هغه ته يې اړتيا درلودله، اوس هغه په پوره امنيت سره په خپلو غارو کې ناست دی، خو بېګناه انسانان په هر ځاي کې خپل امنيت د لاسه ورکوي او تر بمباريولاندي راځي . اوس خو تقريباً د يوه سره پر دې خبري باندي هم نظره دي چې د ترهګر ۍسره جګړه داسي جګړه نه ده چې درا وتلي ټانکو په مقابل کې دي يو هېواد هم خپل ټانکونه د ښار وواټونو ته را وباسي او F16او B52 دو طيارې دي ور باندي لمبر کړي . داجګړه ډېره پېچلې او بې جبهې جګړه ده .دا جګړه د خپل هدف په ورکه ولو او نه پېژندلو سره بېګناه انسانان قربانۍ ته راکشوي ، دا د انسان دژوند او د هغه د ټولو بنيادي ارزښتونو او حقوقو پر ضديوه چټله او غير انسانی جګړه ده. هغه ارزښتونه چې ددوهمي نړيوالي جګړې نه وروسته تر ﻻسه سوې او د بېلابېلو ملتونو ، قومونو د بېلابېلو دينونو، مذهبونو او فرهنګونو سره په ګډه د يوه بل سره يې د سوله ايزه ژوند ضمانت کاوه ، هغه ارزښتونه چې د قانون په مقابل کې د برابرۍ د يوه اوبل تحمل يې کاوه او دکړکېچونو حالاتو په حل کې يې د ديالوګ او مفاهمې سوله ايزه چلند يې مانه او دغه مبارزه يې د سوله ايزو لارو او ا صولو پر مبنا پر مخ بېول کېدله ، اوس ولي داټولو ﻻسته راوړونو بل شاني رنګ واخيست او د ترهګر ۍسره د نامعلومه جګړې په نامه په نړۍ واله بدګمانۍ واوښتله ؟ څه پېښ سوه چې ټوله هغه پخواني دوستان نن ترهګر سوه! ترهګر خو په ټولو اديانو کې همېشه يو بنسټپاله او سخت دريزه ميکروسکوپي اقليت وو او اوس هم دی چې هغه هم د نورو هېوادو دﻻس محصول دی او اصلاً دا همدوی وه چې د خپلو اهدافو د تحقق د پاره يې جوړ کړ ل ، و يې وپړسول او نن يې دادی پخپله و ځانته بلا و ګرځوله!. نن څه پېښ سوه چې دنړۍ ځبر ځواکونه د زوراوزر خاوندان او س ځانته دا حق ورکوي چې د ترهګر ۍد ځپلو پاره د انسانانو هغه لومړنی حقوق چې دپېړيو په اوږدو کې يې د ولسونو دککريو په بيه ترلاسه کړي او هغوی هم منلي وه اوس همدغه نړيواله موازين تر پښو لاندي کوي او هغه په خپل زور سره بيرته اخلي .او يکړه ډيکټاټوري پر ټوله نړۍ باندي حاکموي. د عفوي د نړيوال سازمان رئيسي تير کال په خپل کلني راپور کې د بشري حقونو په هکله ويلي وه چې دغه سازمان ، دنړيوال ټروريزم سره په مبارزه او د امنيت په راوستلو کې د امريکا سياستونه د هرډول اصولو نه ليري بولي . هغې ويلي وه چې په هر زمان او هر مکان کې دزيات قدرت نه استفاده په نړۍ کې و آزادۍ او عدالت ته جبران نه منونکي ضررونه رسولي دي او نړۍ يې په يوه نا امنه او ډېره خطر ناکه ځاي باندي اړولې ده . د امنيت دټېنګولو دپاره د امريکا داشاني سياست د هر ډول راتلونکې نه لېري ښکاري . نن و ټولي نړۍ ته جوته سوېده چې د ترهګرۍ رېښې د فقر، ظلم، بې عدالتۍ، ټولنيزي ناانډولۍ او تجاوز په وجود کې بايد ولټول سي . ترهګري د هيڅ دين، مذهب او مکتب سره ماهوي اړيکه نلري . د نړۍ عامه افکار اوس په دې باور دي چې د ترهګر ۍ سره په جګړه کې دغه اوسني روان تلاښونو ماتي خوړلې ده .امريکا چې د ترهګر ۍسره د جګړې تر بهانې ﻻندي هر څه ته ﻻس اچوي اوخپل پلانونه عملي کوي په دغه جګړه کې دکلاوې سر ځيني ورک سوی او بشري ټولنه د يوې پراخي غميزي خواته بيايې . نن د نړۍ عاجلي غوښتني او د نړيوال سياست ډراما ټيکه پرمختياوي و داسي يوه حالت ته رارسېدلي دي چې دا حالت نه په جګړې او تجاوز سره بلکه د يوه نوي الګو او تفکر و تحقق ته اړتيا لري، داسي الګو چې د ولسونو د سياسي ژوند په عرصه کې د نړۍ د دموکراتيکو اړيکو او غوښتونو په ټينګولو کې مرسته وکړي او نړيواله ټولنه د خپل ځانګړو ملي، ټولنيزو او اخلاقي ارزښتونو په ساتلو سره د دموکراسۍ او ټولنيز عدالت په تأمين کې و يوه داسي نوي جوړښت خوا ته رهي کړي چې د انسانانو کتلوي ښېرازه او عدالت پکښې تأمين سوی وي . د زمانې تاريخ چې د پېړيو په وهلو سره يې زموږ و دَور ته ځان رارسولی دی لکه د ډېرو څه تکرار چې وليدل سوه نو په يوېشتمه پيړۍ کې به هم، ولسونه و دغه نوي نسل ته به بيا د دې خبري تکرارورښيئ چې د نړۍ د ظالمو او حريصوواکدارانو او د هغوی د همفکره ﻻرويانو عمر چې غواړي د نړۍ پر هېوادونو او دهغوی پر بېوزله ولسونو دي خپل د زور فرمان و چلوي او دهغوی شتمنۍ دي تالان او د هغوی د خپلواکي او ملي حاکميت او د بشري حقونوا صول او موازين دي نقض او د هغوی دملي مقاومت جذبات دي په خپله ګټه تر پښو ﻻندي کړي، نو هغه وخت به هم را رسېدونکی وي چې ددې ولسونو د يووالي چيغه، د هغوی د دموکراټيک، سوله ائيزه او عادلانه پيوستون له برکته به د جګړې پر ضد جګړه کې به په نړيواله کمپاين کې به حتماً د هغوی زوال هم ويني . دا خبره به هم ورسره يو ځاي سپينه کيږي چې وائې «که ولسونه داسي اراده وکړي چې دا ژوند د هغوی ژوند دی نو دهغوی په وړاندي به سرنوشت هم د تسليمۍ نه بغير بله چاره و نلري ». يوازي هغه و خت به وي چې نه به تيری وي او نه به هم ترهګر ( ټروريزم) ! د نوامبر ۳۰ مه ۲۰۰۵"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لويه پکتيا له ولسمشرڅخه پر، کړو ژمنو وفاغواړي", "output": "هغه لويه اودرنه غونډه ،چې د مرغومي په ۲۴ مه دخوست ټولنيزمرکز (ميديوتيک) دغونډو اوکنفرانسونوپه خونه کې جوړه شوې وه ، پکې دلويې پکتيا (پکتيا ،پکتيکا اوخوست ) په لسګونوقومي مشرانو،ديني عالمانو،روڼ اندو ،دمدني ټولنې فعالينواودرسنيو استازيو اوخبريالانوګډون کړی وو دغونډې ګډونوالوله ولس مشرحامدکرزي څخه سخته ګيله وکړه ،چې تل يې دلويې پکتيا خلک په تشو وعدو تېرايستلي اوعملاً يې دهېواددې مهمې برخې ته له سره پاملرنه نده کړې. دوی ويل ،چې لويې پکتيا دولسمشرۍ په دواړو ځل ټاکنو کې ولسمشرکرزي ته دتائيد ټولې رايې ورکړې اوهمداشان يې دده په ټاکنه کې قاطع رول لرلئ ، خوله بدمرغه ولس مشرددوی پاکو احساساتو اووفادارۍ ته په هېڅ کتلي دي.دوی په خپلو خبروکې دريو اساسي مسايلو ته په اشارې سره وويل، چې دواړه ځله دکرزي په ،وړاندې شوې کابينه کې دلويې پکتيا ونډې ته پاملرنه نده شوې ، له نهه کلونووروسته هم دخوست –ګرديزسړک په هماغه خراب شکل پاتې شوی او دجوړونې له روان بهيرڅخه يې معلوميږي ،چې په راتلونکودريوکلونوکې به هم نوموړې پروژه تکميل نشي. ګډونوالو دولسي جرګې پرغړيوهم نيوکه وکړه ،چې اميرزي سنګين ته يې درايې په نه ورکولوکې له قومي،ژبني اوسمتي توپيرڅخه کاراخيستی اودده اهليت اوملي ګټو ته دوفادارۍ څخه يې سترګې پټې کړې دي .په غونډه کې دخوست دعلماوو شوراريس مولوي محمدايوب هاشمي په تونده لهجه دلويې پکتيا دخلکو له اصيلتوب اودروندوالي څخه په مخ اړولوکې دښاغلي کرزي اودده دهمکارټيم کړه وړه ناسم وبلل.مولوي هاشمي دهېواد سياسي ثبات اوټولنيزپرمختګ پدې پورې تړلی وباله ،چې په سياسي نظام کې ددې سيمې مخورواوفاضلوشخصيتونوته ونډه ورکړل شي. ده ،دمخابراتو پخوانی وزيراميرزی سنګين وړاومساعد کدروباله اوټينګاريې وکړ ،چې نوموړی بايد له کابينې حذف نشي .دپکتيکا ولايت دزيړوک ولسوالۍ دخلکو په استازيتوب عليم جان لويې پکتيا ته دمرکزي حکومت نه پاملرنه سياسي ظلم وباله اوټينګاريې وکړ ،چې دلويې پکتيا لپاره سرحدي ستونزې هم لږې ندي ،چې مرکزي حکومت دوی لپاره نورټولنيزاوسياسي سرخوږی جوړکړی دی. ده په خپله خبروکې له پارلمان څخه دپوښتنې په ډول وپوښتل: (( هرکله چې اميرزی سنګين په کومه سياسي ډله ټپله پورې اړه نلري، په خپل کارکې موفقه دی ،دمخابراتو وزارت عايدات يې په کال کې ترسلو ميليونورسولي اوهمداشان خپلې دندې اوولس ته وفادارپاتې شوی ،بيا ده ته دکوم دليل له مخې دنه باور رايه ورکړل شوه.))دوزې خوا ولسوالۍ دخلکو په استازيتوب حاجي سيلاني ځدراڼ يادونه وکړه ، چې دکابل کندهار همداشان کال-شمال سړکونه دکرزي دواکمنۍ په لومړيو کلونوکې بشپړ شول، خو دخوست –ګرديزله سړک څخه دی ، اودفوايدعامې وزير له سره معلومات نلري. په غونډه کې دخوست قومي مخوراومتنفذشخصيت حاجی رسول محمدخان تڼي لويه پکتيا دعلمي اومسلکي کدرونو له پلوه دهېواد غني سيمه وښوده ،خوپدې يې تاسف څرګند کړ،چې دښو اومسلکي کدرونودلرلوباوجودهم ولس مشردې سيمې حقوقوته پاملرنه نده کړې .ښاغلي رسول محمدتڼي زياته کړه: (( موږدتعصب له مخې په نظام کې برخه نه غواړو بلکې مستحق اووړکدرونه لرو ،دتاريخ په اوږدو کې دسياسي نظام په چلولواودهېواد په پرمختګ اورغونه کې ددې سيمې خلکو اوکدرونو فعاله او دقدروړ ونډه لرلې ده. )) دمدني ټولنې دفعالينوپه استازيتوب نصيراحمدروښان له جمهورريس کرزي وغوښتل ،چې دولس مشرۍ له ټاکنو مخکې دلويې پکتيا دخلکو له استازيوسره دې په کړو ژمنووفاوکړي.ده خپلوخبروکې يادونه وکړه ،چې کرزي دوی سره په ليدنه کې پدې اعتراف کړی وو،چې لويې پکتياته دوړ اومساعدو شخصيتونواوکدرونوباوجود په تېره دوره کې په کابينه اونورومهمو پوستونوکې ونډه نه وه ورکړل شوې ، خوکه داځلې ټاکنې وګټي نولويې پکتيا ته به پوره برخه ورکوي.په نوموړې غونډه کې په خپل وارسره دمجاهدينودملي يووالي اسلامي شورا ريس قاري عبدالولي عادل،دخوست ټولنيزمرکزمشرنجيب الله الوخېل دقومونودپيوستون شوراپه استازيتوب جان محمدتڼي اويوشمېرنوروبرخه والودموضوع په تړاو څرګندونې وکړې .په ياده غونډه کې ويناوالوپه خپلوخبروکې ګوت څنډنه وکړه ،کچيرې ددوی روا غوښتنوته پاملرنه ونه شي ،نودوی به داحالت په چوپه خوله ونه زغمي اوله خپلوقانوني صلاحيتونوڅخه په استفادې به په سوله ييزو لاريونونواواحتجاجي غونډو اوناستو لاس پورې کړي. ياده دې وي، چې څوورځې وړاندې هم له ولس مشرڅخه دخوست وولسونواومجاهدينوپه ورته ناسته کې خپلې يوشمېرغوښتنې په ډاګه کړې وې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې ۵۳ تنه ملكي كسان وژل شوي دي", "output": "د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کې د ولسي وګړو د مرګ، ژوبلې او اوښتې زيان د څېړنې او پلټنې ټاکل شوي دولتي کمېسيون په دغو سيمو کې له خپلو څېړنو و� �وسته په ډاګه کړ ه، چې د ناټو او افغان ځواکونو د ګډو عملياتو په بهير کې ٥٣ تنو ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه و� �کړى دى. د کمېسيون مشر اوپه مذهبي چارو کې د افغان ولسمشر حامد کرزي سلاکار مولوي محى الدين بلوڅ وايي د عم� �ياتو په ترڅ کې ٢٩ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي، ٨ جوماتونه ويجاړ او د خلکو يو شمير کورونه او باغونه له منځه تل� �ي دي. دا په داسي حال كي ده چي وړاندي دولتي چارواکو يوازې د ١٣ تنو ملکي وګړو د وژل کېدو پخلى کړئ وو. د عم� �ياتو په پاى کې د ناټو چارواکو ادعا وکړه، چې زر تنه طالب جنګيالي يې د عملياتو په ترڅ کې له منځه وړي دي. د بلوڅ د وينا له مخې ١٥ زره کورنۍ له خپلو کورونوڅخه بېځايه شوي او ټولټال ٣٣ ميلونه افغانۍ زيان رسېدلى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ټورنټو سټار ( کاناډا ) :کرزي ته نوره سلامی نسته !", "output": "لیکوال : تامس والکممنبع : ټو� �نټو سټار ورځپاڼه ( کاناډا )نېټه ۲۰۰۹/۲/۱۱ افغان ولسمشر حامد کرزﺉ څه باندی دوه کاله مخکی د مینی وړ و . ک� �ه چی دﺉ د لومړي ځل لپاره کاناډا ته راغی ، نو د هارپر حکومت په لفظی توګه سرې غالۍ ورته هواری کړې . کرزي ته د احترام په توګه د ۲۱ توپونو سلامی وسوه . ده ته ان په پارلمان کی د وینا کولو خاص امتیاز هم عطأ کړای سو . خو دا هغه شپې ورځی وې چی کرزﺉ د واشنګټن ـ او ځکه نو د اوټاوا هم ـ انتخاب و . لاکن نور به داسی نه وی . د امریکا ح کومت اوس ځان د هغه مشر څخه راټولوی چی یو وخت یی د هغه په نصبولو کی مرسته کړې وه او داسی اشارې ورکوی چی دوی به د افغانستان د اګسټ په ولسمشریزو انتخاباتو کی کوم بل چا ته ترجیح ورکړی . د امریکا مشر اوباما په دو� �نبه په خپل مطبوعاتی کنفرانس کی پر دغه ټکي هله ټینګار وکړ چی د کرزي حکومت یی « د هغه څه نه بېل کړ چی جریان ل� �ی . » خو د دې ادارې لوړ مامورین د څو هفتو راهیسی دا اشارې ورکوی چی هغه سړی چی د افغان مشر په حیث د جورج بوش انتخاب و ، نور د توجه وړ نه دی . د نیوتارک ټایمز د یکشنبې د لومړني مخ راپور هغه پېښه بیا بیان کړه چی په تیره فبرورۍ کی منځته راغلې وه یعنی دا چی د هغه مهال سناتور او د نن ورځی مرستیال ولسمشر جوبایډن پر کرزي باندی دومره په قهر و چی په جمهوری ماڼۍ کی یی د افغان مشر مېلمستیا بیخی په لغته ووهل . په دې کی د کرزي ګناه د فساد او د افغانستان د غوړېدلی مخدره ییز تجارت په مخنیوی کی د ده ناکامی بلل کیږی . په حقیقت کی ډیري او پرله پسې ادعا ګانی سته چی وایی د کرزي د اوو وروڼو څخه یو یی چی احمد نومیږی د مخدره موادو لوی سرغنه دی . خو داسی ښکاری چی اصلی ستونزه دا ده چی اوباما افغانستان یو ځل بیا د القاعده پر ضد د جنګ مرکزی جبهه بللی دی . کله چی په دوشنبه د اوباما څخه د افغان جګړې په هکله پوښتنه وسوه نو ده وویل چی « زما وروستۍ پریکړه دا ده چی موږ ال� �اعده ته دا اجازه نه ورکوو چی عملیات وکړی . موږ په هغه سیمه کی هماغه ژغورلي امن ځایونه نسو لیدلای . زه ال� �اعده یا بن لادن ته د سزا ورکولو څخه پرته د داسی عملیاتو اجازه نه ورکوم چی د امریکا پر خاوره دې د حملو پلانونه جوړ کړی . » د کرزي دریځ تل چالاک او ځیرکانه دی . له یوې خوا یی بهرني ځواکونه د طالبانو پر ضد خپل جنګ ته رابللي دي خو له بلی خوا بیا د ډیری مودې راهیسی استدلال کوی چی افغانی ښورښیان د القاعده ګو� �اګیان نه دي . دﺉ په عامه پر امریکا او ناټو باندی د هغو هوایی حملو په وجه انتقاد کوی چی ملکی خلک وژنی او په بی نتیجې توګه یی هڅه کړې چی حکومت یی پر بهرنیو پوځیانو ډېر کنټرول په لاس وروړی . دا کومه حیرانونکې خبره نه ده چی کرزﺉ یعنی د یو پښتنی قوم مشر چی یو وخت د همدې طالبانو لوړ مامور و ، نن د ډیری مودې راهیسی دا ټینګار کوی چی د هغو ښورښیانو سره دې خبری اتری وسی چی د ده د وروستیو څرګندونو له مخی « د تروریسټی شبکې برخه نه ده او غواړی چی خپل هېواد ته راستانه سی . » د بوش په وخت کی امریکایی مامورین په مؤدبانه ډول د ده سره موافق نه ول . خو نن هغوی دﺉ د حقیقت څخه لیری بولی . کاناډا هم همداسی کوی . کله چی تیر نوامبر د دفاع د وزیر پیټرمک کې څخه د کرزي لخوا د ناټو پر بم وریو د انتقاد په هکله وپوښتل سوه ، نو ده هغه د انتخاباتی کال د لفاظیو غوندی په باک رانه وړ. د تاریخ زده کونکي به یی بیا په یاد ولری چی یوه بله نوې منځته راغلې امریکایی اداره هم نن په یو بل جنګ کی د یو بل هغه بهرني مشر څخه چی تر دې وروستیو پوری د واشنګټن د خوښۍ وړ و ، کټ مټ شکایتونه کوی . بل هغه جنګ چی دغسی کار پکښی سوی و ، ویتنام و چی هلته بی اعتباره سوی بهرنیً مشر د جنوبی ویتنام ولسمشر « نګودین دیم » و ، او نوې منځته راغلې اداره هم د جان ایف کنیډی وه ، چی هغه هم د ننني اوباما غوندی اراده لرل چی هغه شخړه په ټینګه تعقیب کړی چی د ده له نظره په باک نه وه راوړل سوې . « نګودین دیم » د یوې تصویب سوي ام� �یکایی کودتا پواسطه بېواکه او پسی ووژل سو . که کرزﺉ بختور وی ، نو مسایل به تر هغه حده نه رسیږی . خو په ښکاره توګه دﺉ نور مناسب نه دی او نه هم باید د نورو ډیرو ۲۱ توپونو سلامیو ته په تمه سی . پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خیال", "output": "خیال چــپي بــه خولــي کــړم د خلکو کــه مي يار ليد اوربه بـــل پــه غـــمازانــو شـــي کــه مــې بــیا ولید توری به سترگی که په کجلو کړم که مې قاسد ولید ډک به لاسونه له بنګړیو کړم که مې بنجاره ولید پــټه خــولـه به بـــیا کـــړم گـــویـــا که مې بلبل ولید قضاه مازیګر مونځ به کــړم ادا که مې بياهغه مازیګر ولید منگــۍ بــه تشه بــیابه یي ډکـه کــړم کــه مې په ګودر ولید د مـــینی زړه بـــه تش لــه غــمه کړم کــه مې تــنها ولید له شرابو به هسي پیاله نوش کړم که مې یار سره ساقې ولید څلوريزي نازک گلاب ژوند کړی له ازغو سره پتنک مست ویي د سرو لمبو سره مین د عشق له اوره بی پروا يي دوزخ گلا زار ګني له ماشوقه سره چا راته ویل د سرو شونډو م حبت مه کړه له که پتنک د بلو ډیوا عبادت مه کړه هعه ښګلي چي سنگارکاه بي وفا کبریا دی نن له تا سر سبا له بل سر پری زیان مه کړه ۱۳۸٧/٣/۱۱ فریدالله ستانیکزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوبۍ: د اوښ له شیدو جوړ چاکلیټ په بازارونو ته وړاندي شي", "output": "میرویس جلالزی د ع� �بي متحده اماراتو د دوبۍ یوه شیخ د لومړي ځل لپاره د چاکلیټو د تولید یوه داسي فابریکه جوړه کړي چې دغلته تولیدونکي چاکلیټ به د اوښ له شیدو جوړیږي. شیخ محمد بن راشد المخطوم نن وویل چې دی تکل لري چې د اوښ د � �یدو څخه جوړ شوي دغه چاکلیټ به په ټوله نړۍ کې رواج کړي. نوموړی وایې چې دی غواړي په کال کې سل ټنه دغه ډول چاکلیټ، د منځني ختيځ، اروپا او آسیا بازارونو ته وړاندي کړي چې په ښه کیفیت او خاص خوند سره به ډیر ژر ډير مینه وال ومومي. شیخ مخطوم دمګړۍ د اوښانو یو فارم لري چې پکې ۳۰۰۰ اوښان ساتل کیږي. دا به لومړی ځل وي چې د اوښ د شیدو څخه جوړ شوي چاکلیټ بازار ته راوزي. د اوښ د شیدو څخه د جوړو شویو چاکلیټو یوه نم ونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نــاوړه پېـښې ولې تكـراريـږي؟", "output": "نذيراحمدسهار دوه كاله مخكې د خيرخانې كوتل سيمه د ايتلافي ځواكونو د ورته ټكر شاهده وه. په دغه ټكر كې نږدې اووه موټر د ايتلافي ځواكونو تر لارۍ لاندې شول. د مرګ ژوبلې شمېره يې ۱۳ تنو ته رسېده، خو خلك پر پېښه چوپه خوله پاتې شول. پرونۍ پېښه يوځل بيا په همغه بڼه او همغه سيمه كې وشوه. داځل مرګ ژوبله ډېره او د خلكو غبرګون سخت و. په سيمه كې د پېښې د قربانيانود وارثانو او خواخوږو شمېره ۸۰ تنو ته رسېده. دغه شمېره هغه كسان و،چې د لاريون او هرډول قربانيو لپاره تيار وو. پوليسو په خپل لومړني ګام كې كولاى شواى د يوه امنيتي دفاعي كمربند په جوړاوي سره ۸۰ كسيز لاريون په اړونده سيمه پورې ايسار وساتي، خو د پوليسو د غيرمنظم عمل له امله لاريون كوونكي پر دې بريالي شول،چې ښار ته لاره وكړي. پوليسو په لومړي ګام كې امريكايي سرتېرو ته لاره وركړه،چې د خلكو له پنجو نه ځان وژغوري، خو وروسته يې همدغو لاريون كوونكو ته د پېښې د عاملانو د څار بلنه هم وركړه. د امنيتي كمربند ماتېدل پخپله ښار ته د لاريون كوونكو يوه غير رسمي بلنه وه. لږترلږه د پوليسو ۲۵۰ كسيزې ډلې كولاى شواى د لاريون كوونكو مخه ډب كړي، خو ناسنجول شويو امنيتي تدابيرو او د مظاهرې له كولتور سره ناروږديو پوليسو او خلكو هغه څه وكړل،چې وروسته يې د ښار واټونو او كوڅو پخپله شاهدي وركوله. د لاريون كوونكو د تركيب بدلون: د لاريون سرچينه د پېښې مشخصه سيمه وه او په تركيب كې يې ټول هغه كسان و، چې د غچ او انتقام جذبه يې ورسره لېږدوله. د پوليسو لومړنۍ تېروتنه هم دا وه، چې د غچ او احساساتو يوه دغسې توپان ته يې ښار ته د تېرېدو لاره وركړه. دغه ډول توپانونه پيا له ځانه سره پر لاره ټولې خاورې خځلې وراخلي او وحشت يې ټوله فضا په نيسي. ۸۰ كسيز لاريون له سيمې نه د ښار ترمركزه څو چنده شو او هره شيبه يې شمېره ډېرېده. په دغه شمېر او تركيب كې ډېر داسې كسان هم ورګډ شول،چې د اخ وډب، لوټ او سياسي اغراضو د پلي كولو منتظر وو. دغه كسان تر لاريون كوونكو ډېر منظم وو. د ښار په فرعي كوڅو كې ځانګړي صرف موټر او موټ� �سايكل د دغو خلكو د لېږد لپاره په انتظار و. په قواى مركز كې د مظاهره چيانو تر ماتې وروسته د فرعي كوڅو دغه م وټر دېر ژر را ووتل او مات مظاهره چيان يې ورسره ولېږدول. سياسي اغراض او ځانګړي اهداف: د لاريون كوونكو پر سرونو شنې پټۍ، د قوماندان احمدشاه مسعود تصويرونه، ځانګړي شعارونه او د پارلمان له څو مشهورو غړو سره پر ليده كاته ټينګار او پخپله د ځينو (سياسي شخصيتونو) څرګندونې دا ښيي،چې د لاريون تر شا سياسي اغراض هم پټ وو. په ښار كې د مظاهره چيانو څو ګونى وېش د مظاهرې سنجولې بڼه راښيي. له سنجونو پرته پر مشخصو اهدافو ير غل ښايي ډېر معقول ونه برېښي. كه د لاريون سيمْ او د لاريون كوونكو د خشونت ټاكلو ځايونو او اهدافو ته وګورو،دا په ډاګه كولاى شي،چې د لاريون تر شا د يوه سياسي خوځښت ترڅنګ ټاكلي اهداف هم په نښه شوي وو. د لوټ او تالان پړاو: د لاريون كوونكو نامتجانس تركيب د لاريون اصلي هدف مات كړ او لا� �يون كوونكي يې خشونت او لوټ او تالان ته وهڅول. نور نو د مظاهرې په تركيب كې هرچا ونډه اخست، چا د جذبې او اح ساساتو له مخې، چا د فرصت او... له مخې. ددغه پړاو په تقويت كې تصويري رسنيو هم خپل رول ترسره كړ. د لاريون او ګډوډيو تتو او پاروونكو تصويرښودنو ډېر ويده كسان هم ورسره راويښ كړل. هغوى،چې په كورونو كې واو پر حالاتو خبر نه و، د پرله پسې تصويرونو له لارې دې ته وهڅېدل،چې د لاريون په لور وخوځي او ډله يې لا هم وپړسوي. ډېر داسې ف� �صت طلبه كسان و،چې د تصويري خبرونو په اورېدو او ليدو سره يې وخت غنيمت وگاڼه او د ملي او دولتي شتمنيو په لوټ او تالان كې يې برخه واخسته. دا نو داسې وخت و،چې مظاهره چيانو د ارياناتلويزيون موټر هم ورسره تښتولي وو. د امنيتي ځواكونو ناكامي: سوله ساتى ځواك د خپلو ملګرو د تېروتنو له امله د خلكو د قهر او غوسې محراق و. دغه ځواك د ښار د امنيتي حالاتو په كابوكولو كې ونډه نشواى اخستلاى، ځكه خو امنيتي مسايل ټول ملي اردو او ملي پوليسو ته وسپارل شول. دغه ټكى پخپله افغان دولت ته ننګونه ده، چې د بهرنيو ځواكونو له مرستې پرته په پلازمېنه كابل كې هم سوله او ټيكاو ناشونى دى. ملي اردو او ملي پوليسو څنګه،چې په كار وه، هغسې د نظام اوښار دفاع ونه كړاى شوه. نه مدافع واقع شول، نه يرغلګر، خو شنډتوب او خنثى توب يې له ورايه برېښېده. د كورنيو چا� �و وزارت لومړنۍ تېروتنه د لاريون په پيل كې وه. هغوى كه بيړنى عمل كړى واى او لاريون كوونكي يې ښار ته له ننوتو منع كړي واى، دغسې تشنج به نه پېښېده. د لاريون كوونكو،چې څه زړه و، هغه يې وكړل. هرځاى ته يې،چې اور او كاڼي اچول، چا يې مخنيوى نشواى كولاى. د موسسو دفترونه، عامه شتمنۍ، دولتي موټر، غرفې، پلورنځي او د عامو خلكو مالونه ټول زيانمن شول. اريانا تلويزيون نيم ساعت پرله پسې چيغې او نارې وهلې،چې دفتر يې لوټيږي، له ځينو هغو چارواكو سره يې اړيكي ونيول،چې د ژغورنې ژمنه يې وركړې وه، خو په پاى كې د لوټ تر لومړني پړاو وروسته د امنيتي ځواكونو ډلې ورورسېدلې. دا د امنيتي ځواكونو او كورنيو چارو وزارت تر ټولو ستره ناكامي وه، چې د پلازمېنې دفاع يې هم ونه كړاى شوه. د پېښې اصلي لامل څه و؟ دوه كاله مخكې ورته پېښه وشوه، خو د اوسنۍ دغې په څېر يې لام ل ناڅرګند پاتې شو. ايتلافي ځواكونه وايي،د ترافيكي پېښې اصلي لامل د لارۍ موټر تخنيكي ستونزه وه،چې پر سړك له نورو موټرو سره ټكر شو او دغه پېښه يې وزېږوله. خو عام خلك او د پېښې عيني شاهدان وايي،چې دغه كار يا قصدي و او يا خو د موټر چلوونكي د نېشې له امله وشو. دواړې سرچينې ګونګې او بې دليله غږيږي. د اصلي حالت شاهد خوله نه پرانيزي او پر قياس او اوازه څوك ډډه نه كوي. كه تخنيكي ستونزه وي، د يوه موټر به وي، شپږواړه خو به نه بې برېكه كيږي او كه يو هم خرابيږي نو له بګرامه خو به تر خيرخانې كوتله له ځاني زيان پرته په يوه ځغل نه ځي. سره له دې،چې موټر خ� �اب دى او د ترافيكي پېښې ګواښ هم شته، نو په كوم ترافيكي قانون حق لري،چې پر سړك وځغلي؟ او كه په شراب برائت و� �كوي دا نو پر ترافيكي قوانينو بيخي پښه اېښودل دي.د پېښې لامل،چې هرڅه وي،وي به، خو د پېښې د عاملانو برائت ښايي دغسې نورې پېښې هم وزېږوي. چېرته،چې بښنه كار ورنه كړي، هلته د سزا اړتيا ده او سزا كولاى شي ددغسې پېښو په مخنيوي كې مرسته وكړي. ورته پېښې او عامه بې حسي: د خيرخانې كوتل پېښو ټول كابل ولړزاوه. ولسي جرګې او نورو چارواكيو غندنې او خواشينۍ وكړې او د كابل پوهنتون محصلينو لاريون ته ځانونه چمتو كړل، خو د ورته پېښو د تكرار پر تاريخ هيچا هم فكر ونه كړ. له كابل نه سلګونه كيلومټره لرې په كندهار، هلمند، زابل او ارزګان كې ډېر ځله دغسې پېښې كيږي،خو څوك يې د غندنې،فاتحې او خواخوږۍ جرئت نه كوي. زما په اند دغه بې حسي او بدبيني كه له منځه لاړه نشي غوټه به همدغسې ناپرانستې پاتې وي. كه غواړو دغه غوټه پرانيزو او حل لاره يې راوباسو، بايد له بې حسۍ � �اووځو او د ټول ولس او هېواد په اړه فكر وكړو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کبرجن څوک ده؟", "output": "زما مسلمانه وروه:پوښتلی شم چې ايا کبر دې خوښېږي؟ کبرجن انسان دې خوښېږي؟ په يقين سره ويلی شم چې نه ...... هيڅکله نه.خو زما خوږه وروره:کله دې فکر کړي چې ته خو به کبرجن نه ېې؟ته خو به کبر نه کوې؟يو ځل بيا نه .................هېڅکله نه.خداي دې نه که چې ته کبر جن شې .مګر کله کله سړي پدې نه پوهېږي چې هغه کبر کويخو کبر ترېنه کېږي.ايا ستا کله دې خبرې ته خيال شوی؟ته داسې وګڼه چې تا په يو ملګري ډېر احسانونه کړي دي.د هغه هر څه ستا دي.هر څه چې هغه لري؛ ټول تا ورکړي.مګر ته هغه ته بلنه ورکوې چې راشي ؛ تاسره وګوري؛ خبرې درسره وکړي......خو ستا دا ملګری ستا بلنه نه مني.تا ته نه راځی؛ خبرې در س� �ه نه کوي او همدا کړنه بيا بيا تکراروي.نو دا راته ووايه چې ستا په اند ستا دا دوست کبرجن ده او که نه؟ته پخپله پرېکړه وکه؛ ستا دا دوست څنګه دی؟اوس نو د لوی خاوند(ج) د بلنې (اذان) په هکله څه واېې؟تا ته الله (ج) په ډېره مينه بلنه درکوي چې راشه.زما سره وګوره؛ خبرې راسره وکه (لمونځ وکه).نو وروره: ايا تا دا بلنه من� �ې؟يقين لرم چې دا بلنه دې منلې او ښه په مينه دې لمونځ کړی.مګر ته وګڼه که چېرته دا بلنه ونه منله او لمونځ دې ونکړ.نو خپل ځان باندې به څه پرېکړه کوې؟ د کبر جن پرېکړه که نه نور څه......؟الله پاک دې مونږ ټول د کبر څ خه وساتي.(وايي چې تر ټولو غټ کبرجن هغه ده چې لمونځ نکوي) 3 . اکتوبر . 2007"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوټې ته د مشرف راتګ په کلکه وغندل شو", "output": "تېره ورځ د پاکستان ولسمشر مشرف کوټې ته ناڅ اپي سفر وکړ خو کوټې ښار ته له رارسېدو سره سم د ايالت په کچه دولتي چارواکو ورسره له ليدلو کتلو ډډه وکړه. په کوټه کې د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم پر خپل ګوند ږغ وکړ چې د لاريون په تر سره کولو کوټې ته د مشرف راتګ په کلکه وغندي، دا ځکه چې پاکستان او په تېره لر او بر پښتونخوا ته ور پېښې اوسنۍ ټولې ستونزې له مشرف څ خه سرچينه اخلي او تر ټولو لوی عامل يې همدی دی.کوټې ته د ولسمشر مشرف راتګ نه يوازې د پښتونخوا ګوند له خوا په کلکه وغندل شو بلکې يو شمېر بلوڅ ګوندونو هم کوټې ته د مشرف راتګ د ټول ايالت پر زخمونو د مالګې دوړولو په م عنا ياد کړ. د پښتونخوا ګوند عمومي مشر ښاغلي محمود خان خبريالانو ته د خبرو پر مهال وويل، په پاکستان کې اوسمهال حآلات دومره خرابې کچې ته رسېدلي چې سمېدل به يې ډېر زيار او زحمت ګاللو ته اړتيا ولري، نوموړي د مشرف او د هغه يو شمېر پلويان د اوسنيو حالات د خرابېدو لومړني عاملين وګڼل او زياته کړه چې مشرف پر خپله دنده د پاتې کېدلو هره شېبه د پاکستان، لر او بر پښتونخوا لپاره د سخت زيان په توګه رامنځ ته کېږي نوموړي وويل:((اوسني ډې� �ی ګوندونه هم نا اهله دي، د هغوی اداره او نظام نا سم دی، هغوی د کوم دليل له مخې مشرف ته يو ځل بيا پر واک باندې د ټينګېدلو وخت ورکړ. هغوی ولې د مشرف پر واک باندې د پاتې کېدلو لپاره نارې سورې وهلې، دا دی اوس يې وينو چې � �ه امله يې ټول پاکستان بدنام شو، که چېرې مشرف د دوی په مرسته يو ځل بيا واک ته نه وای رسېدلی، نو ستونزه به اوس تر ډېره حل وای. موږ تېره ورځ هم کولای شوای او د نوموړي د واک ته رسېدو پر وخت مو هم کولای شوای چې د هغه ه� �کلی مو په ډېر ښه مراسمو او د ملي بيرغونو په رپولو تر سره کړی وای، خو زموږ په ليکو کې داسې با احساسه کسان ډېر شتون لري چې که چېرې موږ وغواړو هغوی موږ ته په هېڅ ډول اجازه نه راکوي چې موږ د يو غلط چا هرکلی وکړو))ښاغلي اڅکزي د بلوچستان ايالت ټول نفت او عايدات پنجاب او مرکز ته پر لېږدولو سخته غوسه ښکاره کړه او زياته يې کړه م� �رف او ملګري يې په دې هڅه دي چې پښتونخوا ايالت فقر ته اړ کړي په داسې حال کې چې په وينا يې پښتونخوا ايالت هر څه ل� �ي، خو دوی يې بېدرېغه په لوټولو بوخت دي، او دا د ځان يو ستر حق ګڼي.د پښتونخوا ګوند مشر يادونه وکړه، که چېرې مشرف د روانې اګست مياشتې تر ددويشتمې نېټې پورې له خپلې دندې لاس په سر نه شي نو دوی به يې پر ضد په کلکه ملا وتړي، او تر هغو پورې به خپلو هڅو ته دوام ور کړي تر څو چې يې له دندې ګوښه کړی نه ويښاغلي اڅکزي چې څو تنه بلوڅ مشران هم ورسره وو، يادونه وکړه چې دی د نوموړو بلوڅ مشرانو په استازيتوب د مشرف راتګ د ټول ايالت په خلکو ملنډې وهل ګڼي.ښاغلي اڅکزي پښتون او بلوڅ قوم يو مظلوم قوم وګاڼه خو زياته يې کړه، پښتون او بلوڅ يو داسې قوم دی چې تر � �ېره د ظلم او جبر زغملو توان لري خو په وينا يې که چېرې د ظلم په مقابل کې پاڅون وکړي نو بيا يې نه مشرف مخه نيولای سي او نه ټول پوځ.دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان ولسمشر مشرف کوټې ته يو ناڅپي سفر وکړ خو کوټې ته تر رارسېدو وړاندې ايالتي دولتي چارواکو او يو شمېر ګوندونو پرېکړه وکړه چې نه به ورسره ويني او نه به يې د هرکلي � �پاره رسمي مراسم نيسي، نو همدا لامل و چې کوټې ته د مشرف د راتګ په اړه خبريالانو ته هم اجازه ورنه کړل شوه چې د نوموړي د راتګ په اړه خبرونه خپاره کړي. بل خوا تېر ماښام له نا معلوم لوري د بلوچستان ايالت د والي د کوټې پر لور څو راکيټونه په داسې حال کې وتوغول شول چې مشرف هم د والي په کوټې کې شتون درلود، ايالتي دولتي چا� �واکي وايي، د راکيټونو موخه به ښايې د ولسمشر مشرف له منځه وړل و، خو زياتوي چې له امله يې کوم ځاني زيان نه دی � �امنځته شوی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پرون لوگر د سنځل ګل مشاعرې کوربه وو", "output": "د لوګر له ناامنه ولايت څخه نن د باروتو پر ځاى د سنځل ګل بوى راغى او په همدې وياړ د دغه ولايت په مرکز پل علم ښار کې يوه ستره او پرتمينه مشاعره جوړه سوه . دغه مشاعره د کوچيانو په ښوونځي کې جوړه شوې وه په زرګونو شاعرانو او د شعر مينوالو په کې ګډون کړى و . مشاعرې ته له لوگر پرته د ميدان وردګو ، خوست ، غزني ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو څخه هم په سلګونو شاعران او د شعر او ادب مينوال راغلي وو . په مشاعره کې په بېلابېلو موضوعاتو شعرونه واورول شول ، چې په موجوده نظام او بهرنيو ځواکونو باندې د نېوکو رنګ په کې له ورايه ځلېده . که څه هم د ننګرهار نارنج ګل او دمزار دګل سرخ مشاعرې له څو لسيزو راهيسې مشهورې دي ، خو د حامدکرزي په مشرۍ د نوې ادارې له راتګ سره سم ، په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم په بېلابېلو نومونو مشاعرې جوړېږي . له دې جملې څخه د کندهار انارګل، د هلمند څپانده سيند ، د زابل بادام ګل ، دکندوز ريدي ګل ، د بغلان کوږ چنار ، دکونړ سيند ، د پکتيا نښتر او د ميدان وردګو مڼې ګل مشاعرې مشهورې دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وسله والو کسانو په کابل کي دوه تنه پوليس ووژل", "output": "١٨ د وری ١٣٨٤ د کابل د قلا فتح الله پر سړک نن غرمه د پوليسو پر موټر د ډزو په پايله کي دوه تنه پوليس ووژل شول او يو تن دکاندار ټپي شو. ددې بريد پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخستې ، په سيمه کي عيني شاهدان وايي چي بريدکوونکي په يوه بې نمبر پلېټۀ موټر کي سپاره و ، ډزي يې وکړې ، او په منډه د پيښې له ځايه وتښتېدل . د پوليسو چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه خبريالانو ته له څه ويلو ډډۀ کړې ده . او د وژل شويو دوو پوليسو پيژندنه هم تر اوسه پوري نه ده شوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ساړه", "output": "داسې ښکاري چې یو نه یوکه څه هم چې خوله په خوله يو هر يو وار ته سره ګورود مورچل په ژوند پراته يو په ظاهره سره خاندوحقیقت غوښه، چاړه يو يو د بل د سترګوخار يود دوستۍ په زړه ساړه يو نه د ژوند په مزه پوه يو نه صنم تر څنګ ويده يو دا ځواني مو هسې لاړهارمانونو پسې مړه یو زه وردګ داسې ګمان کړمیو د بل هدف ته پړه یو چين _ ايوو ښارګوټي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فاریاب له ولایت سره د ناروې هیواد د دریو ملیونه ډالرو مرسته", "output": "د ناروې د بهرنیو چارو وزات د فاریاب ولایت سره د دریو ملیونو امریکائي ډالرو د مرستې خبر ورکړ . د نوموړي ولایت والی عبدالحق شفق وویل چې له دې پیسو څخه به د خوراکي توکو د زیرمتونونو، ژورو څاگانو او له بي وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې په برخه کې گټه اخیستل کيږي . ټاکل شوي چې دا پیسې د فاریاب په شپږو ولسوالیو کې و� �گول شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غازي محمد جانخان وردګ ژوندلیک چاپ شو", "output": "غازي محمد جانخان وردګ، د خپلواکۍ په جګړه کې د نوموړي اتلولي او مظلومانه شهادت د هغه کتاب نوم دی چې ښاغلي حیات الله حلیم لیکلی او تازه له چاپه راوت� �ی دی. دغه کتاب چې په څلورو فصلونو او څه کم دیرش عنوانونو او ۲۳۴ صفحو باندې له څه تاریخي عکسونو سره یو ځای ت� �تیب شوی دی د هیواد د ستر سپهسالار شهید غازي محمد جانخان وردګ د ژوند لیک، ویاړلو کارنامو او مظلومانه � �هادت په هکله تاریخي او مستند حکایت ستاسو مخې ته ږدي چې د لیکوال په ژورو هڅو او زیار برابر شوی دی.د کتاب د مخ پوښتۍ په زیړ، سپین او آبي رنګ باندې ښکلې شوې ده چې د غازي محمد جانخان له عکس څخه یې د وړانګو پلوشې د پوښتۍ په ټولو خواوو خورې دي. د پوښتۍ په پاسنۍ کیڼه برخه کې د وردګو د کلتوري یون لوګو او له هغه را لاندې د نوموړي یون د کتابونو د لړۍ شمیره لیکل شوې ده.همدارنګه د غازي محمد جانخان د عکس څخه را لاندې د کتاب نوم چې ( غازي محم دجانخان وردګ د خپلواکۍ په جګړه کې د هغه اتلولي او مظلومانه شهادت) کښل شو دی. په همدې توګه د کتاب د پوښتۍ په ښکتنۍ کیڼه برخه کې د کتاب د لیکوال نوم لیکل شوی دی. د همدې صفحې شاته د کتاب مشخصات لیکل شوي چې د چاپ شمیر یې ۱� �۰۰ ټوکه دی او د کابل د د وردګو د کلتوري یون له لوري خپور شوی او د چاپ چارې یې د بهیر په مطبعه کې سر ته رسیدلې دي. د کتاب زیار ګل آغا احمدي او د ډیزاین چارې یې ښاغلي امین الله عادل سر ته رسولې دي. همدارنګه د چاپ کال یې د ۱۳۸۷ د سلواغې میاشت بلل شوې چې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ له میاشتې سره برابره ده.د دې کتاب د پوښ په وروستۍ صفحه باندې د لیکوال فوتو د مختصرې بیوګرافۍ سره ځای لیکل شوی او د نوموړې صفحې په پای کې د کتابونو د چاپ نړیوال سوداګریز لمبر ISBN هم کښل شوی دی.دغه کتاب د ښاغلي حلیم له لوري خپل ماما ارکانحرب غلام دستګیرخان وردګ ته ډالۍ شوی او محترم استاد حبیب الله رفیع، ګل آغا احمدي، ښاغلي عبدالغیاث وردګ او ښاغلي محمد خالد وردګ هم پرې لنډې لیکنې کړې دي. د دې کتاب د پوښتۍ د دویمې صفحې شاته د ښاغلي انجنیر عبدالرحیم وردګ لنډ ژوندلیک دی چې د نوموړي د عکس سره یو ځای چاپ شوی دی. موږ له هر څه د مخه ښاغلي حیات الله حلیم صیب ته د دې سترې بریا له کبله د زړه له کومي مبارکي وایو چې د هیواد د ملي اتلانو د تاریخ لیکنې په بهیر کې یې یو قیمت بها اثر ور زیات کړ او د هیواد په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د ستر غازي محمد جانخان وردګ ژوندلیک او کارنامې یې په کتابي بڼه ت� �تیب کړې چې د وردګو د کلتوري یون له لوري چاپ شو.د غازي محمدجانخان وردګ ژوندلیک سراسر ویاړ او د افغانستان د پياوړي او قهرمان ولس لپاره د نقش قدم غوره بیلګه ګڼل کیږي چې د هیواد په تاریخي او حساس پړاو کې یې د ملي غازیانو د لښکرو مشري کړې، هیواد یې له بهرنیو یرغلګرو څخه ژغورلی، د یوه ملي نظام د جوړولو په لاره کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې، د هیواد د مختلفو اقوامو خلک یې یووالي ته رابللي او بالآخره د انګریز د یرغلګرو ځواکونو استعماري نړۍ یې دړې وړې کړې ده.لازمه خو دا وه چې د مخکنیو لیکوالو، د غازي د پاتې کورنۍ، مینه والو او د هیواد د حاکمو حلقاتو له خوا د دې ستر غازي په ویاړ تر دې مهاله لسګونه آثار چاپ شوي وای، د هغه په نوم م� �الونه منظور او مختلف سیمنارونه رابلل شوي وای څو د دې نومیالي د ژوند مختلف ابعاد یې څیړلي او د عبرت په م وخه یې د افغان ولس وګړو ته وړاندې کړي وای. خو موږ ګورو چې په ځانګړې کتابي بڼه تر دې مهاله د داسې کومې ټولګې درک نشته او نه مو هم د داسې یوه علمي سیمنار په هکله څه اوریدلي دي چې د ستر غازي محمدجانخان وردګ یاد ته ځانګړی شوی وي؟ په هر صورت اوس هم ناوخته نه دی دا چې زموږ د ټولنې یوه لیکوال ښاغلي حیات الله حلیم په دغه نوښت لاس پورې کړی او د هیواد د ستر غازي محمدجانخان ژوندلیک یې لیکلی دی په ځای نوښت ګڼل کیږي او موږ د لوی خدای (ج) له دربار څخه نوموړي ته اجر غواړو. د دې کتاب لویه ځانګړنه دا ده چې د هیواد ستر څیړونکي استاد ح بیب الله رفیع هم له خپلې مطالعې تیر کړی او یو ګټور شالید یې پرې کښلی دی چې دغه تاریخي ټولګه یې له هره اړخه نو� �ه هم بډایه کړې ده.د وردګو کلتوري یون ویاړي چې زموږ د ټولنې د یوه زړه سواند شخصیت ښاغلي انجنیر عبدال� �حیم وردګ په مالي مرسته دغه کتاب ته د چاپ زیور ورکړل شو او ګرانو هیوادوالو ته یې وړاندې کړ او موږ ترې مننه کوو.هیله من یم چې د دې تاریخي ټولګې چاپ به زموږ د کلتوری کړیو تر منځ د هیواد د ویاړلو شخصیتونو د ژوند� �یکونو په هکله یوې مثبتې سیالۍ ته لاره پرانیزي او په نږدې راتلونکي کې به په دې هکله د لسګونو داسې څیړنو � �اهدان و اوسو. تاسو کولای شی چې د ستر غازي محمد جانخان وردګ ژوندلیک او د وردګو د کلتوري یون نور چاپ شوي � �ثار د هیواد له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو څخه تر لاسه او د خپلې مطالعې تنده پرې ماته کړی.همدارنګه په دې هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره له موږ سره د بریښنالیک په لاندې پته اړیکې نیولی شی نو موږ ستاسو ګټورو نظ� �یاتو او غبرګونونو ته سترګې په لاره یو.gulaghaa89@gmail.com موږ به هڅه وکړو چې په � �اتلونکي کې دغه کتاب تاسو ته د انټرنیټ له لارې هم په لیکه کړو څو مینه وال یې هم په آنلاین ډول هم د � �وستلو وړتیا ولري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بیروت: نیول شوي څلور سوریه پلوې جنرالان آزاد شول", "output": "میرویس جلالزید لبنان دو� �ت د دغه هیواد د پوځ څلور لوړ پوړي هغه جنرالان له بند څخه آزاد کړل چې پرې د رفیق حریري په قتل کې د لاس در� �ودو تور وو.پخوانی صدراعظم رفیق حریري څه کم پنځه کاله دمخه په پلازمینه بیروت کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.د لبنان دولتي ټلویزیون خبر ورکړ چې دغه سوریه پلوي څلور جنرالان د څلورو کلونو را پدې خوا بندیان ول.پرون د لبنان د پلازمیني په ګډون د ملک په ډیرو ښارونو کې د دغو جنرالانو د خلاصون په ویاړ جشنونه جوړ � �ول او د هغوي پلویان لارو کوڅو ته را ووتل.د لبنان پوځي محکمې دغه څلور جنرالان تیره اونۍ بري الزمه ثابت کړل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اسراييلو د هوايي بريد په ترڅ کې ٢ فلسطينيان ووژل شول", "output": "د غزې د تراړې په سهيل کې د اسراييلو د هوايي ځواکونو د بريد په ترځ کې لږ ترلږه دوه تنه ووژل او ١٥ کسان ټپيان شول. د کتونکو په وينا د اس� �اييلو له خوا توغول شوي توغندي په رفع سيمه کې د اسلامي جهاد ډلې د غړو پر موټر او لارى لګېدلي دي.د دغه بريد په ترڅ کې لږ ترلږه ٦ جنګيالي ټپيان شوي دي چې د هغو د يوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى. اسراييلي چارواکو پر دغې سيمې بريد منلى دى خو زيات مالومات يې نه دي ورکړي. د غزې په تراړه کې جنګيالي د اسراييلو د سهيلي ښارونو پر وړاندې د توغنديو د بريدونو لپاره په پرله پسې توګه د اسراييلو د پوځ له خوا تر بريد لاندې نيول کېږي. د دغه بريد په لړ کې د اسراييلو پر صدروت ښار څو توغندي لګېدلي دي خو د دغه بريد د زيانونو په اړه کوم رپوټ نه دى خپور شوى. په همدې حال کې فلسطيني چارواکو تېره ورځ اعلام وکړ چې د فلسطين ولسمشر محمود عباس او د اسراييلو لومړى وزير ايهود اولمرت ټاکل شوې ده چې جريکو ښار کې له يو بل سره خبرې وکړي. دغه خبرې اترې د فلسطين په خاوره کې د دواړو خواوو فلسطيني او اسراييلي مشرانو لومړنۍ خبرې اترې دي. د فلسطين هېواد د جوړلو موضوع به په دغو خبرو اترو کې ت� �ټولو مهمه مسله وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قربانيانوشمېره د تېرکال په پرتله څلورچنده ډېره شوې", "output": "د يوه رسمي راپور له مخې چې د افغان دولت، ناټو او ملګرو ملتو له خوا خپور شوى په روان کال کې د تاوتريخوالي له امله ٣٧٠٠ تنو خپل ژوند له � �اسه ورکړى دى. د راپور له مخې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د قربانيانو شمېره د تېر کال په پرتله څلور چنده ډيره شوې ده. د راپور پر بنسټ د يوې مياشتې په اوږدو کې ٦٠٠ وسله والې پيښى ترسره شوې چې زياتره يې د طالب جنګياليو او ترهګرو ډلو له کړنو سره تړاو لري. راپور وايي د قربانيو ډېره شمېره مخالف جنګيالي، نيژدې زرکسان م لکي وګړي او د ناټو، افغان او امريکايي ځواکونه دي. سره له دې چې د طالبانو د رژيم له نسکورېدو پنځه کاله تېرېږي، لا هم په دې جنګ ځپلى هېواد کې تاوتريخوالى او ناامني په ډېرېدو ده او داسې نه بريښي چې ډېر ژر به د جګړې او تاوت� �يخوالي مخنيوى وشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان ښځو ځورول بايد پای ته ورسول شي", "output": "١٤ د غويی ١٣٨٤ د افغانستان د ښځو ټولني په دې وروستيو کې د ښځو وژنې يو بې رحمانه عمل بللی او هغه يې سخت غندلی دی. د يادي شوي ټولني اعلاميه په بغلان ولايت کې دڅلورو ښځو، په هرات کې د يوې ښځي او ماشوم وژنه او په بدخشان کې د يوې ښځي سنګسارول، د اسلام له دين او ولسواکۍ سره مخالفه کړنه بولي . د افغانستان د ښځو دټولني مشرې ثريا پرليکا ددولت له چارواکو وغوښتل چې دداسې عملونو مخنيوی وکړي او د افغان ښځو حق او پت خوندي وساتي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل خپل له مينې منکريږې ياره څنګه؟ ته له ماځني بيليږې يا� �ه څنګه؟ تا ويل ورستۍ لومړۍ مينه مې ته يې اوس له بل سره اوسيږې ياره څنګه؟ ليونۍ دي په غم ونو کې زه ګرځم په محفل کې خوشحاليږې ياره څنګه؟ چې حساب په قيامت کيږي د دواړو مخامخ به مې دريږې ياره څنګه؟ ستاچې عشق دخاطرې نه وي په زړه کې په غمونو کې خنديږې ياره څنګه؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "۷۵ زره چرګان له منځه یوړل شول", "output": "د هند په مهارشټر ایالت کې د چرګانو د والګي د خپرېدو له وېرې چارواکو ۷۵ زره چرګان له منځه یوړل.دغه چرګان د مهاراشټر ایالت په جلګوان سیمه کې وژل شویدي. ددغو چرګانو د وژلو حکم هغه مهال صادر شو، چې په څلورو پېښو کې د چرګانو د والګي نښې رابرسېره شوې. تر دې مخکې د هند په ګجرات او احمداباد ایالتونو کې هم د چرګانو د والګي نښې موندل شوې وې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آيا افغانستان د يو نژادي کورنۍ جګړې په لور روان دی؟", "output": "زردشت شمس- کابلپه بېنوا ويبپاڼه کي د خپروشويو ليکنو د کاپي او بياخپرولو څخه ډډه وکړﺉ . په دې نژدې ورځو کښي د افغانستان په جنوبي ، جنوب شرقي، شرقي او حتیَ په مرکزي سيمو (دکابل په شمول) کښي په ځانمرګي او نور وسله وال بريدونو کښي لا زيات شدت ليدل کيږي چه نړيوالو ته او په خصوصي توګه افغانانو ته د ډير تشويش وړ حالت دی- که دولتي چارواکي ډير هم ادعا وکړي چي د دښمن دغه حرکات دومره مهم او د تشويش وړ نه دي او يو ډير محدود عناصر په دغه قسم فعاليتونو کښي د پرديو په اشاره بوخت دي خو دا څر ګند حقيقت دی روان وسله وال پاڅون يا ځانمرګي ب� �يدونو په پورته يادو شويو سيمو کښي تر ډيره حده دبياودانولو کارونه ځنډولي او يا يې بيخي په ټپه درولي دي- ښوونځيو ته د زدکونکو او ښوونکو راتګ کم شوی او په ډيرو سيمو کښي د ښوونځيو لمنځه وړلو په سبب زمونږ زيات شمير بچيان د زدکړي نه محروم دي-او بالاخره دغه حالت د دولت او ولس تر منځ ډيره فاصله رامنځته کړې- دوسله والو دغه انساني ضد عمليات دوه اړخه لري- يو دا چه دافغانستان د سولي او پرمختګ دايمي دښمنان نه غواړي چي افغانستان په خپلو پښو ودريږي او په نړيواله ټولنه کښي ځانګړی حيثيت ولري- دوۍ په دوامداره توګه دافغان ولس او دولت ضد عناصر په مادي او معنوي توګه سمبالوي او دې ته يي اړ کوي چه خپل کور وران کړي او خپل ورور ووژني- زمونږ د نا پوهی او دڅه نورو مشکلاتو په اساس دوی په دی مقصدکښي تر ډيره حده کامياب شوي- دويم دا چي ولي دغه افغانان د دښمن په وينا دخپل ورور وژني لپاره ځان وژني ته تياريږي- دامريکا دبهرنيو چارو پخوانۍ وزيري ميډلن البرايټ يو مشاور دانيال کنسولټور دغه موضوع لازياته سپړي او وايي: مختلف نژادونه د افغانستان نفوس تشکي� �وي- مګر ددوی په سر کښي يو نژاد وجود لري- د ی د يو سياست پوه او د افغانستان متخصص بارنټ روبن دخولی داسي ليکي: پښتانه د افغانستان افتخاري نژاد دی او همدا دليل دی چي ْ افغان ْ هم په لغوي مانا د پښتون يو تغير شوی نوم دی او په اصل کښي افغانستان د پښتنود هيواد مانا ورکوي او تر څه حده دغه صحيح هم ده - که څه هم داسي رسمي اح ساييه نشته - دعراق دسني عربو په څير پښتانه د پخوا راهيسی په ملي بڼه سياسي قدرت په لاس کښي لري- سره له دې چي نور اقليتونوتاجک، ازبک او هزاره هم په محلي توګه قدرت درلودلی دی- هر وخت بهرني يرغل د افغانستان د م� �ي وحدت سبب ګرځيدلی لکه د شوروي اتحاد سره د مبارزی پر مهال، مګر له دې وروسته ډير ژر نژادي نښتي رامنځته شوي- ځيني طالبان د مهاجرينوپه کمپونو کښي وزيږيدل - نيم پښتانه د کرښي نه پوري غاړه پراته دي چي په تيوري کښي د نن ورځي افغانستان له پاکستان څخه جلا کوي- کله چي دوی يو منلی جنګي قوت شو نو د جنوب او شرقي ولايتونو پښتنو ورله تود هرکلی ووايه- دغه هرکلی ددوی د مفکورې په ملاتړ نه و بلکي ددوی د امنيت او ثبات د ټينګولو په اساس وو- د طالبانو په کرښو کښي ډير لږ تاجک، ازبک او هزاره افغانان وو ځګه چه دغه قومونو په خپلو ساحو کښي خپل ځانګړي او محبوب مشران لرل چا چي د طالبانو سره مقاومت کاوه - افغان کورنۍ جګړه چه د ٢٠٠١ کال پوري يې دوام درلود دتسليم شويو عسکرود دسته جمعي وژنو او د غير مسلح ملکي وګړو د وژني تاريخ لري- د هاغو د جملې نه يوه پيښه دا وه کله چه څه کم لس کاله وړاندی د کال ١٩٩٧په پسرلي کښي طالبانو د کمي مودې لپاره مزارشريف د جنرال ما� �ک سره دجوړجاړي پر اساس ونيولو خو ډېر ژر د وسله والو برېدونو سره مخامخ او څو ورځي پس يې ښار له لاسه ورکړو په زرګونو پښتانه عسکر له هغوی ( هزاره ، تاجکو او ازبکو ) لخوا ووژل شول او په دسته جمعي قبرونو کښي خښ کړای شول- د انتقام دغه لړۍ دوام درلود او کله چه څه موده پس طالبانو بيا مزار ونيولو نو په زرګونو هزا� �ه يې ووژل- همدارنګه پيښي د امريکا د ٢٠٠١ کال د حملې نه وروسته تر سره شوې- د بشري حقوقو د څارني کميسون په وينا: د افغانستان په شمال کښي پښتانه په پراخه پيمانه د زور زياتي، وژني، جنسي تيري (تجاوز)، وهل ټکول او د چور چپاول ښکار شول- دوی په خاصه توګه په نښه شول ځکه چي دوی په نژادي اساس د طالبانو سره تړلي وو- دانيال زياتوي چه ددغه نژدې تير شويو خونړيو نژادي مشکلاتو په رڼا کښي دا د حيرانتيا خبره نه ده چه افغانستان يو ځل بيا په نژادي کرښو د بيلتون طرفته روان دی- پينټا ګون په دې خطر پوهيدو کله چي دوی د ٢٠٠١ کال عمليات شروع کول او ددغه کار لپاره يي شمالي ټلواله وګمارله ځکه چي ددوی ټولي مليشې د غير پښتنو نه تشکيل شوي وې- کله چي لويې جګړې پای ته ورسيدې نو د شمالي ټلوالي جنګسالارانو هر يو ازبک رشيد دوستم، تاجک اسماعيل خان او محمد فهيم، او هزاره کريم خليلي په ولايتونو کښي قوي قدرت ترلاسه کړ- اندازتهٌ دغه تغيراتو د پښتون � �ام (نوي دولت سره) مينه کمه کړه او محتاط شول- ان تر دې چي د پښتون کرزي اود څه نورو پښتنو په شاملولوسره هم ددوی دغه يره چه د يو غير پښتون اتحاد لخوا محکوم شوي ورکه نه شوه- ډير لږو غربي سازمانونو چا چي دروانوحا� �اتو په اړه د افغان ولس دفکر او احساس باره کښي څيړني کولې ، ښايي چي د پښتنو په سيمو په خاصه توګه دجنوب او جنوب شرقي ولايتونو لکه کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتيا او پکتيکا کښي دخلکواينده لپا� �ه احساسات اوس هم غير اطميناني او د تشويش وړ دي – په ٢٠٠٥ کال کښي د واشنګټن د ستراتيژۍ او بين الم� �لي علومو څانګي په ټول هيواد کښي سروې وکړې چي د اجتماعي عدالت، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او امنيت په اړه د افغانانو نظر وګوري- پښتنو سيمو دتاجکو،ازبکو اود هزاروو په مقابل کښي په موافقانه ډول دغه تحولات خراب ګڼلي دي- په ٢٠٠٣ کال کښي انټر نيشنل کرايسس ګروپ خبرداری ورکړو چي پښتانه د کرزي د ادارې او د بون د پروسې نه م نحرف کيږي- دانيال وروسته ليکي چي روان ځانمرګي بريدونه د خرابو حالاتو نښي دي او که چيري د دغه مملکت دغه ستر افتخاري قام حس کړي چي د بيا ودانولو په پروسه کښی دوی برخه نلري نو دغه حملې به د عراق غوندي د کو� �نۍ جګړې شروع وي- او که چيري داسي ونشي او افغانان (پښتانه) داسي حس کړي چي دغه بيا راپيدا شوي طالبان د کرزي او دکابل د حکومت نه ددوی ډيره نمايندګي کوي نو ددغه ځان وژونکو حملو خبرونه به په کندهار کښي داسي عام شي لکه په کربلا کښي چي دي او افغانستان به يو ځل بيا د ګډوډۍ ښکار شي- ددانيال ددغه څيړنو په تاييد د کابل اداره او نړيوال قوتونه کوم چي په افغانستان کښي موجود دي بايد دغه موضوع ته ډير زيات متوجې او حتمي اقدامات وکړي-د لي� �ي پرتو سيمو پښتنوته په دولتي اداره کښي مناسب ځای ورکړي ددوی د رواجونو او عنعناتو قدر وکړي او دوی ته دا باور ورکړي چي دوی د دې مملکت مهمه برخه تشکيلوي او دوی ته عملاٌ دا وښيي چي دا دولت ددوی شريک دولت دی- که چيري دولت وکولی شول چي د پښتنو سيمو دغه محروميتونه له منځه يوسي نو يقيناٌ چه زمونږ دښمنانو ته دا ناشوني ده چه يو افغان د بل افغان د مرګ لپاره تيار کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بحران ولي را مېنځ ته سواو د حل لاري ئي کومي دي ؟", "output": "انجنير ذکريا پوپل - هالنډ ۱۳ جولای - ۲۰۰۶ دوهمه برخه دوهم : د بحران په را مېنځ ته کېدو کي دبهرنيو فکتورونو رول: له بده مرغه افغانستان د خپل ستراتېژيک ارزښت له مخي د تاريخ په اوږدو کي د خپلو ګاونډيو او سيمي هيوادونو د توطئو،دسيسو او تېريو سره مخامخ سوی دی او د هغو په پايله کي افغانستان د اوږدې مودې لپاره دسترو بحرانونو سره مخامخ سوی دی . له بده مرغه دغو هيوادونو د افغانستان په دننه کي د خپلو مزدورو لاسپوڅو په واسطه د افغانستان دورانولو او شخړو داوږدولو پلانونه عملي کړيدي .ځکه نو د معمول خلاف کله کله داسي حالات را مېنځ ته کېږي چي کورني فکتورونه دوهم اوبهرني فکتورونه لومړی درجه ارزښت پيدا کړي . د افغانستان په نني بح ران کي هم زموږ د ګاونډيو او هم د سيمي د يو شمېر هيوادونو لاسونه په روښانه ډول ليدل کېږي . او په ډاګه څرګنده ده ، چي طالبانو د بهرنيو مرستو او ملاتړ نه پرته په هيڅ ډول نه سوای کولای له ماتي نه وروسته په دومره ستر ځواک بدل سي چي د افغان حکومت او نړی وال ائتلاف په وړاندي دي جګړه وکړي او دغه ډول تنظيم سوی تروريستي او ځان وژونکي عملونه دي تر سره کړي . دطالبانو له خوا د افغانستان په اوسنيو ورانکاريوکي په ځانګړې توګه د � �وسيې، پاکستان او اېران رول تر ټولو زيات دی .دا هم څرګنده ده، چي د بهرنيو مرستو او ملاتړ نه پرته طالبانو په هيڅ ډول نه سوای کولای د افغانی او نړی وال ائتلاف ځواکونو په وړاندي جګړه وکړي .له همدې امله کولای سو ووايو ،چي د افغانستان په نني بحران کي بهرنيو فکتورونو ډېر لوی رول لوبولی دی . ۱ ـــ روسيه : کله چي پخواني شوروي اتحاد ( ننی روسيې ) په افغانستان کي شرمونکې ماته و خوړه او دې ته اړ سو، چي د افغانستان څخه بايد خپلي پښې سپکي کړي، نو په راتلونکي کي ئي د خپلو لاسوهنو لپاره دکې جې بې ( ننی اف اس بې ) له � �اري پريو شمېر جهادي ؟؟ قوماندانانو کار پيل کړ او هغوی ئي همکاری ته چمتو کړل . کله چي روسان د افغانستان نه ووتل، دوی داسي فکر کاوه ، چي ددوی په وتلو سره به په افغانستان کي اړودوړ جوړ او کورنۍ جګړه پيل سي او په دې ډول به دوی د جګړې د غراماتو په هکله د افغانانود غوښتنو نه وژغورل سي او له بله پلوه به نړی ته هم داووايي، چي په افغانستان کي د جګړې عاملين روسان نه بلکي خپله افغانان دي او دادی ددوی د وتلو نه وروسته هم په افغانستان کي جګړه ونه درېده او امن او ټيکاو را مېنځ ته نه سو، يعني دوی هغه څه غوښتل چي په ۱۹۹۲ کال کي پېښ سول . خو ددوی د هيلو خلاف دا څه پېښ نه سول . که څه هم جګړه روانه وه ، خو خبره هغه ځای ته ونه رسېده، کوم چي دوی غوښتل . له بله پلوه ډاکتر نجيب الله هم د ملګري ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي ښاغلي بينن سيوان سره د ليدنو کتنو په ترځ کي دا ومنله چي استعفي به کوي او واک به د ملګرو ملتونو تر مشری لاندی جوړ سوي ۱۵ کسيز کميسيون ته سپاري .نو روسان وبېرېدل ، چي که دا پلان عملي سو ، نو په افغانستان کي خو به ټينګه سوله راسي او هر حکومت چه راسي نوهغه به يو مشروع حکومت وي او د خلګو د فشار په پايله کي به دروسيې نه د جګړې د غراماتو غوښتنه وکړي . ځکه ئي نو په بېړنۍ توګه د خپلوهغو اجنټانو په واسطه، چي هم ئي د مجاهدينو ؟؟ په مېنځ کي او هم ئي دخلق دموکراتيک ګوند (وطن ګوند ) په غړوکي لرل ، د ملګرو ملتونو د سولي د پلان په وړاندي کودتا وکړه او هغه ئي ناکامه کړ،.په افغانستان کي د مېشتو قومونو په مېنځ کي ددښمنيو اور ته لمن ووهله او داسي اور ئي ولګاوه چي تر اوسه پوري هم نه مړ کېږي . روسانو ددې لپاره چي ددغه ورانونکي جګړې اور ئي لګېدلی ساتلی وي ، نو د اسلامي جمعيت او نظار شورا م جاهدينو؟؟ او د دوستم د اسلامي جنبش ملېشو ته ئي وسلې ، مادي مرستي او سلاکاران ولېږل . کله چي په ۲۰۰۱ زېږديز کال کي امريکايان او دتروريزم په وړاندي د نړی وال ائتلاف ځواکونه افغانستان ته راغلل، نو روسيه دې ته خوښه وه، چي اوس به نو په افغانستان کي د پخواني شوروي د ماتي غچ دامريکايانو نه واخلي او هغوی به هم د روسانو په برخليک اخته او نوم بدي له افغانستان نه ووزي . خو بيا هم داسي ونه سول. ځکه چي له يوې خوا دغه پوځونه د ملګ� �وملتونو د امنيت د شورا نه ، چي روسيه ئي هم غړې ده، مشروعيت تر لاسه کړی وه او له بلي خوا د افغانستان خلګ له طالبانو نه سږمو ته رسېدلي وه او سوله ئي غوښتل . خو روسانو بيا هم دهغه پيل نه نه يوازي په استخباراتي او امنيتي ځواکونو او اُردوکي د خپلو پخوانيو ملګرو ( نظار شورا ) له لاري لاس بری پيدا کړ،بلکي د بهرنيو چا� �وپه وزارت او نوروحساسو ځايونو کي هم ددوی ملګرو منګولي ټينګي کړي وې .ددوی تر ټولو غوره دنده داوه، چي دافغانستان د ورونو قومونو تر مېنځ ددښمنۍ اور ته لمن ووهي او دغه اور تر هغه وخت پوري لګېدلی وساتي، تر څو چي دوی ئي غواړي . خوکله چي د ځينو پوستونو نه ددوی ملګري ليري سول او دوی وليدل چي افغانستان د بدلونو خواته روان دی او ددوی انډيوالان هغه پخوانی صلاحيت نه لري ، چي دغه بدلونونو ته غټ خنډونه را مېنځ ته کړي ، نو ئي داسي کار ته لاس واچاوه چي پنځه کاله وړاندي ئي چا تصور هم نه سوای کولای ، يعني طالبانو ته د وسلو او مالي مرستو رسول . نژدې دوه کاله وړاندي د المان د هامبورګ په ښار کي روسي ژبي اونيزي خپوني وليکل، چي روسان طالبانو ته پوځي مرستي او وسلې ورکوي .د ډېرو خلګو لپاره په دې خبره باور کول ډېر سخت وه ، خو کله چي د طالبانو يوه وتلي قوماندان او دطالبانو د مرکزي شورا غړي ملا دادالله هم دالجزيرې دټلويزيون سره د مرکې په ترځ کي وويل «تصور كنيد كه [حتى] برخى از كشورهاى غيراسلامى ما را در شكست دادن آمريكايى ها كمك مى كنند».زما په آند دغه غير اسلامي هيواد چي د امريکا سره ډغري ووهلای سي ،د روسيې پرته بل هيواد کېدلای نه سي .که يو ګړی فکر وسي ، چي بل داسی هيواد به کوم وي ، چي غير اسلامي هيواد هم، د افغانستان او افغانانو سره دښمني هم ولري او د ام� �يکايانو سره ناندری هم ولري او دې ته دي زړه هم ښه کړي، چي د طالبانو سره دي مرسته وکړي ، نو هرومرو به دا پاي� �ه تر لاسه کړي، چي دا هيواد روسيه ده. تاسي و ګوری د روسانو پاليسی ته : ــ د افغانستان د اشغال په وخت کي ئي هم د حاکم رژيم ملاتړ کاوه او هم ئي په عين وخت د استخباراتو له لاري د احمدشاه مسعود سره پټي اړيکي لرلې او مرسته ئي ور سره کوله . ــ د طالبانو د واکمنی په وخت ئي هم دطالبانو په خلاف د اسلامي جم عيت، نظار شورا او ددوستم د اسلامي غورځنګ نه ملاتړ کاوه ، وسلې او مادي مرستي ئي ور کولې، ترڅو د جګړی او مړ نه سي . ــ او اوس بيا دادی د طالبانو سره د افغانستان د مشروع او قانوني رژيم په وړاندي په ورانونکې جګړه کي مرسته کوي ( نه طالبان شرم لري نه او نه هم روسان ) دغه راز د يوې خوا د روسيې ددفاع وزير، د بهرنيو چارو وزير،د امنيت دشوراسکرټر، د استخباراتو رئس او نور لوړپوړي روسي چارواکي، په افغانستان کي د اقليتونو د حقونو ددفاع تر نوم لاندي، وروڼه قومونه يو دبل پر ضد لمسوي او له بلي خوا هغو طالبانو ته ،چي دروسانو له خوا د اقليتونو د حقوقو په تر پښو لاندي کولو تورنېدل ،پوځي او مالي مرستي ورکوي . پر دې سربېره روسيه د افغانستان په دننه کي هم د ډېري وړې پلمې په لاس ته راوړلو سره، د سترو بد امنيو درامېنځ ته کولو لپاره هڅي کوي ، چي وروستی بېلګه ئي، په کابل کي د ترافيکي پېښی د رامېنځ ته کېدو له امله اړودوړ ته لمن وهل وه . دروسانو په تحريک ددغه ډول پېښو ليست خورا اوږد دی اوکېدای سي په مناسب وخت په دې هکله بېله څېړنه وسي . لنډه داچي روسيه په افغانستان کي دبې ثباتی او وروروژني جګړې درامېنځ ته کېدودبهرنيو فکتورونو نه يو تر ټولو بنسټيز دی او هر څومره ژر چي کېدای سي دروسانو لاس بايد د افغانستان نه لنډ سي . خو لکه څنګه چي روسانو په افغانستان کي ډېري ژوري ريښې ځغلولي دي ، نو په پوره احتياط سره بايد په دې لاره کي ګام پورته سي . ۲ ــ پاکستان : پاکستان د خپل پيدايښت د لومړيو ورځو نه د افغانستان په وړاندي ددښمنيو نه ډک چلند کړی دی او له بده مرغه د وخت حاکمو رژيمونو د پاکستان په وړاندي د سمو پاليسيو او ستراتېژيو نه کار نه دی اخستی. پاکستان په ۱۳۵۲ کال کي دکودتا نه وروسته د افغانستان پر ضد لمسوني نوري هم زياتي کړې او په پاکستان کي ئي د افغانستان پر ضد د تروريستانو دروزني کمپونه جوړ کړل . په دې اړوند د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير نصر الله بابر داسي وائي - دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کې انجیینر حبیب الرحمن او بیا حکمتیار، احمدشاه مسعود او وروسته ربانی او نور دلته ټول راغلل، هغوې ته موږ ټرننګ شروع کړو. خو د شوروی د پوځي تېري نه وروسته، کله چي پاکستان ته افغاني کډوالو سېلونه ور مات سول او پاکستان د امريکا، عربي او اروپائي هيوادونو او نورو بډايو هيوادونو په مالي مرسته افغاني کډوالو ته کمپونه جوړ کړل، نو پاکستان ددې حالت نه داسي ګټي پورته کړې، چي هم ئي افغاني کډوالو ته بېلي سوي پيسې په خپل درد ووهلې او هم د پاکستان لپاره داسي اجنټان وروزل، چي دې ته چمتو وه خپل هيواد ته اور واچوي . کله چي په ۱۹۹۲ کال کي واک د اسلامي جمعيت، نظار شورا، ددوستم د اسلامي غورځنګ او نورو جهادي تنظيمونو لاس ته ورغی، نو د پاکستان د ورانکارو عملونو لپاره خورا ښه شرايط برابر سول . پاکستان هم دورور وژني جګړي اور ته ښه ډېر غوړي ورواچول . خو کله چي منځنی اسيا ته ددوی د رسېدو په لاره کي دغي جګړې خنډونه رامېنځ ته کول، نود طالبانو د رامېنځ ته کولو له لياري ئي د جهادي متخاصمو ډلو ټپلو د واکمنۍ ټغر ټول او طالبان ئي د کابل واکمنۍ ته ورسول. خو کله چي په ۲۰۰۱ زېږديز کال کي د سپټامبر د ۹ تروريستي عم ل تر سره سو، نو پاکستان دداسي حالت سره مخامخ سو، چي نه ئي په ښکاره دطالبانو نه ملاتړ کولای سو، ځکه چي دا به د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندي د جګړې د اعلان په مانا وای، او نه ئي د طالبانو دله مېنځه تلل منلای سوای . نو دهمدې وخت نه ئي خپله دوه مخه ستراتېژي طرحه او پر مخ يوړه. له يوه پلوه ئي د امريکا او نړی والي ټو� �ني سره د تروريزم، چي طالبان ئي يو جز وه، په وړاندي د جګړې ملګر تيا اعلان کړه،خو په پټه ئي د پردې تر شاله يوه پلوه دطالبانو ملاتړ، تجهيز او روزني ته دوام ورکړ او له بلي خوا ئي د افغانستان سره په پوله کي د پاکستان په صوبه سرحد ( پښتونخوا) او بلوچستان ايالتونو کي داسي شرايط برابر کړل، چي اسلامي بنسټ پاله ګوندونه ( متح ده مجلس عمل ) د يادو سوؤ ايالتونو واک په خپل لاس کي واخلي او په يادو سوؤ ايالتونو کي دتره ګرو طالبانو د � �وزلو لپاره په پراخه پيمانه مدرسې پرانيزي او د درو کلنو تياريو نه وروسته ئي افغانستان ته د تروريستي او و� �انونکو کارونو د تر سره کولو لپاره راواستوی . په ظاهره داسي وښيي چي ګواکي پاکستان ، افغانستان ته د طالبانود تېرېدو د مخنيوي لپاره ۷۰ زره پوځونه په پوله اچولي دي او لګښت ئي هم د امريکا نه اخلي . خو په واقعيت کي په ازادو قبايلو کي د خپلي واکمنی دټينګېدو لپاره عمليات تر سره کوي .په دې ډول پاکستان غواړي دا وښيي، چي هو په پاکستان کي تروريستان سته او روزل کېږي ، خو موږ ئي افغانستان ته د تېرېدو د مخنيوي لپاره ۷۰ زره عسکر په پوله اچولي دي . حال دا چي دوی بايد دترويستانو ځالي او د توليد فابريکې و تړ ي .که چېري دا ومنو چي افغانستان ته ئي د تېرېدو مخه په ديوال يا عسکرو ونيول سي ، نو نورو هيوادو ته به ئي مخه څنګه نيول کېږي ؟ طالبان په پاکستان کي په ازاد ډول ګرځي را ګرځي ، مالي مرستي تر لاسه کوي، په پوځي مرکزونو کي تروريستي تمرينات ويني او د ميډيا سره مرکې کوی او د تروريستي کارونو د سرته رسولو لپاره افغانستان ته رالېږل کېږي . د پاکستان پا� �يسي داده چي تر څو ممکنه وي پرې به نږدي، چي په افغانستان کي سوله او ټيکاو راسي . متأسفانه لوېديځه نړی هم د هغه ملګرتيا له امله چي پاکستان د سړې جګړې په وخت کي ددوی سره لرله،نه غواړي د يوه قاطع چلند نه کار واخي او له بله پلوه د يوه داسي هيواد سره چي په زروي وسلو سمبال وي ، د يوه قاطع چلند کول هم اسانه کار نه دی، نو پاکستان د لوېديځوالو ددغو دريځو په نظر کي نيولو او ناوړه ګټه اخستلو سره، تر اوسه خپل دوه مخی سياست مخ ته بېولی دی . ولي يوه خبره روښانه ده،چي دا حالت تر ابده دوام نه سي موندلای . ځکه په دغه جګړه کي، د پخوا په څېر يوازي د افغانانو بچيان نه مري ، بلکي په په نړی وال ائتلاف کي د شاملو هيوادونو سرتېري هم په دغه جګړه کي وژل کېږي . نو نړی وال نسي کولای د پخوا په شان هغه ته د ګوتو تر مېنځ و ګوري او ترې تېر سي . که څه هم پاکستان پر دې حساب کوي ، چي نړی وال به د افغانستان د ستومانه کونکي جګړې نه ستړي سي او بالاخره به د افغانستان څخه وتلو ته اړ سي او ددوی لپاره به بيا غوړه مېله جوړه سي . خو دا ځل ددوی حساب غلط دی او دا هيله به ګور ته يوسي . په دې ش� �ط چي د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کي د ډاکتر عبدالله د وخت په څېر داسي کسان د ډيپلوماټانو په توګه ونه ګمارل سي ، کوم چي د افغانستان او افغانانو سره کينه او دښمني ولري او د افغانستان د ګټو دفاع پر ځای دپ� �ديود ګټو مدافعين وي . افغانان هيله من دي ، چي دښاغلي ډاکټر رنګين دادفر سپنتا په راتګ سره به دا نيم ګړتياوي ليري کړل سي. هغه څوک چي په بهر کي د افغانستان په استازي توب خبري کوي ، بايد د خپل هيواد او خلګو سره مينه ولري او د افغانستان ګټو ته وفادار وي . نو په دې صورت کي هرومرو د افغانستان دريځ په نړی کي غښتلی کېږي او دلاسوهنو په لږولو او بېخي له مېنځه وړلو کي ښه رول لوبولای سي او نړی وال به په ښه توګه دې ته وهڅوي چي د ترو� �يزم ځالی او د تروريستانو د توليد فابريکې وتړل سي. ۳ ــ اېران : اېران هم د پورته يادو سوؤ هيوادونو په څېر د افغانستان د ودي او پرمختګ او زموږ په هيوادکي د سولي اوټيکاو د راتلو سره سخت م خالف دی .خو اېرانيان خپله دښمني په ډېر مهارت او زرنګي سره تر سره کوي ، چي ليدل او لمسول ئي اسانه کار نه دی . اېران هم د پورته يادوسوؤ هيوادونوپه څېر د افغانانو تر مينځ قومي او مذهبي ناندريو ته لمن وهي، په افغاني ډلو ټپلو کي اجنټان روزي او د هغوی له لاري ناندريو او ناامنيو ته لمن وهي . دوی هم د پاکستان او روسيې غوندي د دولت په لوړ پوړيو چارواکو کي جاسوسان لري . اېران پر دې سربېره پر افغانستان کلتوري يرغل هم کړی دی.داطلاعاتو، کلتور او ځوانانو چارو دوزارت له لاري ئي هڅه کړېده،خپله ژبه او ادبيات پر افغانانو و تپي او افغاني ملي ترمينالوژي ليري کړي . کېدای سي په ښو تدابيرو سره د روسيې او پاکستان د تېريومخه په نسبتاً � �نډه موده کي ونيول سي ، خو په لنډه موده کي داېران د کلتوري يرغل د مخي نيول، شونی نه دی . ځکه نو دغه يرغل ته بايدتر نورو دوؤ لا هم په جدي سترګه وکتل سي او له همدې امله د اوس نه ئي مخه ونيول سي . ځکه چي دا کار د اوږدې م ودې هلو ځلو ته اړتيا لري . د بله پلوه که چېري د روسيې ، پاکستان او اېران مطبوعات وکتل سي نو په هغو کي ( � �که هم ږغي سوي چي وي ) يوډول د افغانستان د حکومت او نړی وال ائتلاف( په ځانګړې توګه د امريکا دمتحدو ايالتونو ) په خلاف تبليغات کېږي . يوازي هغه رپوټونه خپروي،چي منفي بڼه لري او هيڅکله د لاسته راوړنو او مثبتو خبرونو په هکله څه نه پکښي ليدل کېږي دغو درو هيوادونو دافغانستان پر ضد دورانکاريو يو مثلث جوړ کړی دی . خو موږ د سمو پاليسيو په پلي کولو سره کولای سو دخپل هيواد د ستراتېژيک موقعيت نه مثبته ګټه پورته کړو او بايد ئي هم وکړو، خو يو ځل بيا وايم چي په دې شرط چي ډيپلوماټان مو صادق او افغانستان ته وفاداره خلګ وي . دپورته يادو سوؤهيوادونو سره د ستونزو دلرلوسره سره موږ دنړی والي ټولني حضور او ملاتړ او ژمنتيا د ځانه سره لرواو د هغه نه بايد پوره ګټه واخلو . لکه څنګه چي د افغانستان دبحران بهرني فکتورونه خورا ارزښتناک دي ، نو د افغانستان حکومت هم بايد دبهرنيو چارو وزارت او نورو ټولو ډيپلوماټيکي ادارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په داسي پوستونو کي يوازي او يوازي هغه کسان و ټاکل سي ، چي د افغانستان ګټو ته وفادار او د افغانانو س� �ه مينه ولري او يو ښه وطنپال وي . زما په آند دټولو پورته يادو سوؤ بهرنيو لاسوهنو، تېريو او لمسونوؤ س� �ه سره ، دافغانستان په بحران کي تر ټولو لومړی خپله افغانان ( په دقيق ډول هغه کسان چي د افغانستان د پرمختګ، سوکالی، ټيکاو او د امن سره مينه نه لري ) ګرم دي . که چېري افغانان د بهرنيانو دتوطئو د پلي کولو لپاره کار ونه کړي ، نو بهرنيان هيڅکله نه سي کولای مخامخ د افغانانو په وړاندي ودرېږي او هغه چي مخامخ درېدلي دي خوله م اتونکی ځواب ئي هم ليدلی دی او ماته ئي خوړلې ده.دا هم د افغاني حکومت دنده چي د بهرنيانو دلمسونو، تېريو او � �اسوهنود مخنيوي لپاره سم تدابير ونيسي ځکه چي وائي «کور خپل ساته او ګاونډی غل مه نيسه» ، خصوصاً چي دداسي چور غل ګاونډی سره دي سر وکار وي ، چي «نصوار پر شازه نه پرېږدي» . دريم: وړانديزونه ( د بحران نه دوتلو لاري ): زما له نظره که چېري څوک يوازي نيوکي کوي او د حل او ښه والي لپاره هيڅ ډول وړانديزونه نه کوي ، نو کېدای سي د هغو کسانو لخوا چي نيوکي پر سوي دي دداسي کسانو په نوم ياد سي، چي يوازي او يوازي منفي دريځ او نيوکي کولای سي او د نيوکو کول خواسانه کار دی . زما چلند هر کله داسي وي ، پر هغه څه چي نيوکي کوم نو هرومرو د هغه د سمولو او ښه والي لپاره خپل نظر هم وايم او ټاکلي دلايل هم وړاندي کوم . د پورته يادو سوؤ ستونزو، پرابلمونو او بحران دليري کولو لپاره هم زه په هغه ترتيب ، چي د نيمګړتياوؤ يادونه م ي کړې ده ، خپل وړانديزونه هم مخ ته ايږدم. ۱ ــ تر هر څه نه مخکي زه په دې باور يم ، چي يوازي او يوازي نه بايد پر وچ کلک زور تکيه وسي، بلکي د ستونزي د حل لپاره بايدنوري لاري چاري هم ولټول سي ، يعني د مخالفينو سره خبري اتري هم وسي او که چېري پوځي عمليات هم کېږي نو بايد د بمباريو ، راکټونو او نورودرنو وسلو د استعمالولو پر ځای ،داسي دقيق استخباراتي مالومات را غونډ سي ، چي د هغه پر بنسټ ، هيڅ يوه بې ګناه سړي ته زيان ونه رسېږي . افغان حکومت او نړی وال ائتلاف ( د ناټو او ايساف ځواکونه ) تر ټولو لومړی د افغاني ملي اُردو او افغاني ملي پوليسو د جوړولو او بشپړولو ( روزني، تجهيز، اعاشه او اباطه او سمو معاشونو ) ته خپلي ټولي هڅي را غونډي کړي او داسي ملي اُردو او ملي پوليس جوړ کړي، چي د هر دښمن په وړاندي د ځواب ويلو توان ولري او په لږو تلفاتو خپلي م وخي تر لاسه کړي . هغه هڅي چي اوس په تېرو څه دپاسه څلورو کلنو کي د ملي اُردو او ملي پوليسو د روزني لپاره رواني دي هم د ځان ، هم د ولس او هم د نړی والو دغولونه بل څه نه دي . دا څه ډول اُردودی چي تر اوسه لباس، خولی اوعادي وسلې نه لري، درنې وسلې، توپونه، ټانکونه اوجګړه ايزي چورلکي او الوتکي خو هلته پرېږده .بايد ډېر ژر دې حالت ته د پای ټکی کښېښودل سي او ــ هم کوماندوئي ځواکونه وروزل سي ( په ډېر لوړ کيفيت ) ــ د چټک غب� �ګون ځواکونه وروزل سي ( په ډېر لوړ کيفيت ) ــ د بغاوتونو د مخنيوي لپاره ځانګړي قطعات وروزل سي ــ د پوليسو په چوکاټ کي د ژاندارم قومانداني بيا راژوندی سي او سر تېري ئي لازمي روزنه وويني . ــ دغه راز هغه کسان چي په ملي اُردو و ملي پوليسو کي دندي تر سره کوي ، ډېر ښه معاشونه ورکړه سي . ځکه چي دغه خلګو د وطن په خاطر خپل سرونه په لاس کي اخستي دي ،نو د کورنۍ ژوند خو ئي بايد تامين وي . که دا پوښتنه مطرح کېږي، چي دا پيسې له کومه سي، نو په ځواب کي ئي غواړم ووايم، چي د نړی وال ائتلاف دغه هيوادونه چي اوس په افغانستان کي سر تېري لري او هره ورځ وژل کېږي، بايد قناعت ورکړل سي، چي دغه لګښتونه پر خپله غاړه واخلي ، ځکه دا لګښتونه څو ځله تر هغو لګښتونو لږ دي، چي دوی ئي د خپلو سربازانو په خاطر تر سره کوي . يوازي او يوازي د ځواک نه بايد کار وانه خستل سي، بلکي نوري لاري چاري لکه د اغېزمنوتبليغاتو تنظيومول او د استخباراتي شبکو داسي پراخول، چي په هغو کي خلګو ته تاوان ونه رسېږي . دغه راز په بهرنيانو ددې خبري منل، چي افغاني دودونو او رواجو ته درناوی وکړی او د خلګو سپکاوی ونه کړي . ۲ ــ داداري فساد د لږولو او مخنيوي لپاره دلاندنيو تدابيرو پلي کول اړين دي . ـ تر هر څه لومړی بايد دغه سموني د قضائي قوې، څارنوالی،پوليسو او استخباراتي اُرګانونو نه پيل سي . ددغه لپاره الف ــ د پورته يادو سوؤ اُرګانونو کارکونکوته بايد مناسب معاشونه و ټاکل سي، تر څو بډو او اختلاس ته اړ نه سي ، ب ــ ددغو اُرګانونو په مشرتابه کي داسي کسان وټاکل سي، چي هغه په رښتيني وغواړي د بډو، اختلاس او اداري فساد مخه ونيسي . که ديوه وزارت او يا ادارې مشر تابه په بډو او اداري فسادکي ککړ نه وي ، په هغه اداره يا وزارت کي ټيټ مقامونه هم اداري فساد او بډو ته زړه نه سي ښه کولای . که مش� �تابه و غواړي ، هغه کسان چي په دغسي ناوړو کارونو بوخت وي ،ډېر ژر ئي موندلای سي او سزا ورکولای سي .که په يوه وزارت کي درې ــ څلور داسي پېښي وسي، چي ځيني کسان د بډو او اختلاس په ګناه د کاره ليري او د قانون منګولو ته وسپارل سي ، نوزه پوره باور لرم، چي په ډېر لږ وخت کي به په هغه وزارت کي څوک په اوسنۍ سپين سترګی بډي ونه خوري او په ټوليز ډول داداري فساد کچه به ډېره راټيټه سي ( ځکه بېخي له مېنځه وړل ئي د نړی په هيڅ هيواد کي نه دي سوي ) . تر ټولو بده خبره داده چي اوس بډي او اختلاس دشرم خبره نه بلکي يوه عادي خبره ده او دې د ټولني پر ټول اخلاق م نفي اغېزه کړې ده. ــ ددې لپاره چي د وزارتونو او ادارو مشرتابه دې کار ته وهڅول سي ، نو د ولسمشر او پارلم ان لخوا بايد هر وزير او د ادارې مشر ته دنده وسپارل سي، تر څو ولسمشر ته هره اونۍ او پارلمان ته هره مياشت په دې هکله يو ځل راپور ورکړي . د هر وزير او ادارې د مشر کار د بډو او اداري فساد سره د مبارزې پر بنسټ وارزول سي . ــ په راډيو ګانو ، ټلويزيونونو او ټولو خبري رسنيو کي ددغي شومي پديدې پر ضد تبليغاتي کمپاين پيل سي او د خلګو نه غوښتنه وسي حکومت ته په دې هکله مالومات ورکړي ، چي په کومو ځايونو کي بډی اخستل کېږي او د پايلو په اړوند ئي هم خلګ خبر کړل سي . که داسي وسي نو زه پوره باور لرم، چي په يو څه موده کي به هغه اداري فساد چي زموږ په هيواد کي ئي هيڅکله ساری نه وه ليدل سوی ( د جهادي تنظيمونود ګډوډيو ورځو شپو نه پرته ) ، ډېر لږ سي . اصلاً بايد په ولسي جرګه کي دهر وزير دتائيد په وخت کي هم ، دغه ژمنه ترې اخستل سوې وای، چي په هره مياشت کي يو ځل داداري فساد سره د مبارزې په هکله وکيلانو ته رپوټ ورکړي . داداري فساد سره مبارزه اسانه کار نه خو يو اړين کاردي او په هر ممکن ډول چي وي بايد مخه ئي ونيول سي ددغي شومي پديدې د له مېنځه وړلو نه پرته ، د بحران ليري کول شونی نه دی . ۳ ــ د مخدره توکيو سره د مبارزې ستراتېژي بايد له سره جوړه سي او په هغه کي بايد داسي بدلون راوستل سي ، چي د کوکنارو دکرلو لپاره بايد بزګرانو ته ونډي وټاکل سي، چي بزګر د هغه نه دزياتو د کوکنارو دکرلوحق نه لري او هغه چي کري ئي هم بايد ددولت سره په ډېره دقيقه توګه ثبت وي . کله چي دتا� �ياکو د ټولولو وخت رارسېږي نو کروندګر بايد د هغي ونډي ( دجريب په اندازه ) تارياک دولت ته د مناسب ټاکل سوي بيي په مقابل کي وسپاري . که چېري کوم څوک ددې نه سرغړونه کوي بايدډېره ټينګه سزا ورکړل سي . ددې دندي د س� �ته رسولو لپاره دي يا همداد مخدره توکيو سره د مبارزې وزارت او يا کوم بل نوي اُرګان ته دنده ورکړه سي ، چي دغه کار په ټول هيواد کي تنظيم کړي . که اړتياوي ددغه کار لپاره دي يو شمېر امنيتي ځواکونه هم وګمارل سي او يا دي د کورنيو چارو وزارت نه مرسته وغوښتل سي . په دې ډول به تارياک د قاچاق وړونکو لاس ته نه، بلکي ددولت � �اس ته ورغلي وي او د هغو څخه به د اروپا او ټولي نړی بازارونو ته کيمياوي پروسس سوي مخدره توکي نه بلکي د تا� �ياکو څخه کيمياوي پروسس سوي ارامونکي درملونه ولېږل سي .په دې کار سر به د مخدره توکيو د قاچاق وړونکو مافيائي جوړښتونه هم وران ويجاړ سي او د دولت سره بل موازي دولت ( تور اقتصاد ) هم له مېنځه ولاړ سي او د طالبانو مالي سر چينې به هم وچي سي . دبله پلوه به کروند ګر هم د حکومت نه خوښ وي او د هر هغه چا په وړاندي به درېږي چي نا امني جوړوي . نو که طالبان يا نو رشر اچونکي او ورانونکي په کوم ځای کي سر راپورته کو، د حکومت نه مخکي به ئي خپله د سيمي کروندګر او ولسي خلګ مخه نيسي، چي دا به د راتلونکو بحرانونو مخه هم په ټپه بنده کړي .اوس خو د کوکنارو د کروند ګروپه نا امنيو کي ګټه ده، ځکه چي د ناامنيو په صورت کي حکومت نه سي کولای ددوی سيمي ته ور سي او ددوی کروندې ور واړوي . حکومت په يوازي سر د ولسونو د ملاتړ نه پرته ، په هيڅ صورت نسي کولای دتروريستانو م خه ونيسي . دا يو منل سوی واقعيت دی . ۴ ــ بې قانوني او بې عدالتي هر کله د بدامنيو او بحرانونو عامل وي . تر څو په افغانستان کي د قانون واکمني مسلطه نسي او عدالت تأمين نسي، د بحران ليري کول مهال کار دی . د افغانستان د اساسي قانون، دبشر دحقوقو د نړی والو نورمونو ، ددموکراسی د اُصولو او د عدالت په خلاف د پښتنو بچيان په خپله مورنۍ ژبه دزده کړونه بې برخي دي . په دې اړوندډېرو افغانانو د دولت نه غوښتني کړي خو له بده مرغه تر اوسه پوري هيڅ يوه دولتي چارواکي د پښتنو ددغه حقه غوښتنو په اړوند هيڅ ډول ځواب نه دی ويلی او په پټه خوله ددې نه تېر سوی دي . داداسي مانا لرلای سي ، لکه يو څوک چي سترګي پټي کړی او ووائي ماخلګ نه ويني . دغه حالت پښتانه او په ځانګړي توګه روڼ آندي ئي ډېر نا هيلي او مرورکړي . تر څو چي قانون پلی نه او عدالت تأمين نه سي ، زياتره افغانان به د حکومت نه په ښه زړه ملاتړ ونه کړي او دغه نه ملاتړدبحران زېږنده دی .ځکه نو په مورنی ژبه د ماشومانو د زده کړو په هکله او په دولتي او نا دولتي ادارو کي دپښتو ژبي د رښتيني رسميت او تعميم لپاره بايد ډېر ژر عملي ګامونه واخستل سي . دا کار به د اکثريت افغانانو ملاتړد حکومت نه زيات کړي او د بحران په ليري کولو کي به ښه رول ولوبوي . ۵ ــ دامنيت لوی رياست او د پوليسو اُرګانونه نه يوازي بايد د يوه تنظيم له م نګلو نه و ايستل سي ، بلکي هيڅ ډول ډلو ټپلو او سياسي ګوندونوته ددې اجازه ور نه کړل سي ، چي داُردو، پوليسو او د امنيت په اُرګانونو کي سياسي فعاليت وکړي . نوموړي اُرګانونه بايد يوازي د قانون ، قانوني واکمنی او افغاني ملي ګټو نه دفاع وکړي .يوازي او يوازي په دغه صورت کي کېدای سي ، چي دغه اُرګانونه ټول ملت ته چوپړ وکړي، که داسي ونه سي نو هر تنظيم او سياسي ګوند به يوازي خپل ځان ته کار کوي او دا به ددې سبب کېږي ،چي بيا هغه نا خوالي را مېنځ ته سي ، کوم چي څه دپاسه درې لسيزي رواني دي .په دغو اُرګانونو کي سياسي فعاليتونو د افغانستان خلګ دغي ورځي ته کښېنولي دي . نو ددې سره بايد سخته مبارزه وسي ، چي د يادو سوؤ اُرګانونونه يوه ډله، يو تنظيم، يو قوم اويو ګوندپه خپله ګټه کار وا نخلي . دغه راز تر ټولو لومړی بايد دامنيت، پوليسو او ملي اُردو څخه د به� �نيو هيوادونو داستخباراتو اجنټان ( دروسيې، اېران، پاکستان اونورو ) تصفيه او ډېر ژر ليري کړل سي . اوس چي د نړی وال ائتلاف ځواکونه سته او هيڅ څوک د غټو توطئو او کودتا ګانو پلانونه نه سي عملي کولای ، نو بايد دا ډول د پرديو جاسوسان په بېړنی توګه له دغه اُرګانونو ( په ځانګړي ډول د امنيت دلوی رياست ) او نورو ټولو ادارو نه و ايستل سي .که نه نو د نړی والو ځواکونو په نه شتون کي بيا دا کار ناشونی دی او ناوړي پايلي به ولري . زما � �ه نظره د هغو کسانوتخريبي فعاليتونو ته نه بايد لږ ارزښت ورکړه سي ، کوم چي د حکومت په دننه کي د لستوڼي د ما� �انو په شان دحکومت خلاف فعاليت کوي . هغوی دا کار په ډېر مهارت تر سره کوي. هغوی د بهرنيو هيوادونو د استخبا� �اتي ــ ستراتېژيکي مرکزونو له خوا مشورې او لارښوني تر لاسه کوي . لکه څنګه چي دغه کسان په افغانستان کښي د بوختو بهرنيو هيوادونو د پوځي او ډيپلوماټيکو استازو سره اړيکي لري ، نو دوی د حکومت دننه د حکومت ( افغانانو ) خلاف دداسي تخريبي فعاليتونو دسر ته رسولوتوان لري ، چي دڅرګنددوښمن دا ورسره هيڅ د پرتلې وړ نه دي . ځکه نو د � �ستوڼي د مارانو تخريبي چارو ته بايد ډېره پاملرنه وسي او مخه ئي ونيول سي . ۶ ــ حکومت بايد يوه فعاله تبليغاتي تګلاره جوړه کړي، تر څو و کړای سي د خلګو مغزونو ته لاره پيدا کړي . په دې اړوند دلاندي کارونو تر سره کول اړين دي : ــ د اطلاعاتو ، کلتور او ځوانانو چارو وزارت کي داسي بدلونونه راوستل سي، چي مشر تابه ئي افغاني احساسات، مينه او وفاداري ولري او د پرديو پر ځای خپل هيواد ته دچوپړ کولو هوډ ولري . ــ داسي تب� �يغاتي تګلاره جوړه سي، چي د هغې له مخي ټولي خبري رسنۍ تنظيم سي . که څه هم دا کار د خبري رسنيو په قانونو کي تر يو ځايه توضېح سوي دي، خو هغه هم د نورو قوانينو په شان نه عملي کېږي . تاسي و ګوری د هيواد په مطبوعاتو کي د افغانستان ولسمشر ته سپکاوی کېږي ، څوک ئي پوښتنه نه کوي ،په بر بنډ ډول د قومونو تر مېنځ د دښمنيو اور ته لمن وهل کېږي، څوک ئي مخه نه نيسي، خبري رسنۍ د بې امنيو لپاره لمسوني کوي ، سترګي پر پټېږي ، قومونو او اشخاصو او افرادو ته سپکاوی کېږي ، څوک دا نه ورته وائي چي ولي ؟ په لنډ ډول په خبري رسنيو کي مطلقه انارشي واکمنه ده او ددې حالت د سمولو لپاره هيڅ اقدام نه کېږي . ټولي هڅي دې ته بېلي سوي دي ، چي د وزارتونو او ادارو لوحې په اېراني فارسي ژبه بدلي سي او بس . خو پر ښاغلي سيد مخدوم رهين د انتقاد په وړاندي ډېر سخت غبرګون ښودل کېږي او په ډېره چټکه توګه په کابل کي لويي څارنوالی ته دپوښتنو ګروېږنو لپاره راوستل کېږي . دغه راز: ــ د ولسمشر دادارې او يا د علومو د اکاډمۍ په چوکاټ کي دداسي يوه اُرګان يا څېړنيزبورډرا مېنځ ته کول، چي په منظمه توګه د هيواد د کورني حالاتو، د سيمي حالات او نړی وال حالت هر اړخيز و څېړي او هره اونۍ يو ځل ولسمشر ته خپلي ارزوني او څېړني وړاندي کړي .په دغه څېړنيز بورډ کي بايدپه بېلابېلو برخو کي د هيواد وتلي پوهان، مبصرين او ارزونکي غړيتوب ولري . دغه بورډ به ولسمشر د هيواد درښتينو حالاتو د ډېري کره ارزوني نه خبروی او د ستونزو او نيم ګړتياوؤ د شتون په صورت کي به ئي د هغو دليري کولو لپاره مشورې ورکوي . په دې صورت کي به پرابلمونه يو پر بل سر پر سرنه کوټه کېږي بلکي پر خپل وخت به ئي په چټکه توګه د حل لپاره ګامونه پورته کېږي . ــ پر دې سربېره که ولسمشر هره اونۍ يو ځل دروڼ آندو د بېلابېلو ګروپونو يعني استادانو، محصلانو، انجنېرانو، ډاکترانو، شاعرانو، ليکوالو، هنرمندانو،پوهانو او نورو سره د نژدې کتني وکړي . دا به هم د خلګو سره د ولسمشر په نژدې والي کي ډېره مرسته وکړي او د پرابلمونو څخه به ولسمشر د ډېر ژر خبرېدو سبب سي .دا ځکه چي کله کله د ولسمشر پر شاوخوا داسي کسان را ټول سوي وي، چي نه غواړي ولسمشر ډېر ژر د پرابلمونو او ستونزو نه خبر سي . ــ د افغانستان سفا� �تونه دي ديوه تنظيم او يوې ولسوالی د ولکې نه ووزي او د قومي ، مذهبي، سمتي او نورو علايقو د په نظر کي نيولو نه پرته دي ، وړ ، پوه ،وطنپاله او د افغانستان ملي ګټو ته وفادار کسان وګمارل سي ، چي په نړی کي د افغانستان د حيثيت د لوړولو لپاره کاروکړي .د افغانستان ولسمشر حامد کرزی دی، خو په ټولو سفارتونو کي د احمد شاه مسعود عکسونه ځړېږي . آيا دا دډيپلوماسی داُصولو سره سم کار دی ؟ هيڅکله نه . ــ په ولايتونو کي بايدواليان او ولسوالان دواسطو پر بنسټ نه بلکي خلګو ته درښتيني چوپړ پر بنسټ و ټاکل سي او ډېر ژر نا اهله واليان او ولسوا� �ان ليري کړل سي . ــ حکومت بايد ملي يووالي دتامين لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره او بين الافغاني ډيا� �وګونه جوړه کړي . په دغه بين الافغاني ډيالوګ کي کېدای سي د ملي هويت، ملي ټولني، ملي دکترين ،ملي ست� �اتېژی اوملي ګټو په هکله توافق تر لاسه سي . ما په ټوله ليکنه کي هڅه کړېده د جزئياتو نه صرف نظر وکړم، تر څو په لنډ ډول مي مطلب وړاندي کړی وي ، هيله من يم چي دې کارد سم پوهاوی لپاره ستونزي نه وي را مېنځ ته کړي . د داسي يو افغانستان په هيله چي دبحرانونو په هکله ئي نه بلکي دلا پر مختيا په کله ئي بحثونه وسي په درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خوست ببرک تاڼه له ځواکونو تشه شوه.", "output": "په هلمند ولايت کې د موسی کلا ولسوالي له پرېښودو وروسته، باندني ځواکونه د خوست ولايت له ببرک تاڼې څخه هم پر شا شول. د رپوټونو له مخې، امريکايي پوځيانو، خپل مورچلونه ددغې سرحدي سيمې له قومي مشرانو سره له خبرو اترو وروسته، پرې ايښې دي. د طالبانو وياند ډاکټر حنيف د ټليفون پر کرښه ددې خبر پخلی وکړ او زياته يې کړه چې ددوی ځواکونو هم له دې هوکړې وروسته، ورته ګام اوچت کړی او له ببرک تاڼې څخه پر شا شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بلوچستان كې لس تنه شكمن طالبان ونيول شول", "output": "د كويټ دولتي اژانس كيونا د پاكستاني سيمه ايزو پوليسو له قوله نن خبر وركړ، چې تېره ورځ نړيوالو سوله ساتو ځواكونو د پاكستان د بلوچستان ايالت د م� �كز كويټي په پنځوس كيلومترۍ كې لس تنه شكمن طالبان ونيول، د اژانس په راپور دغه كسان وروسته ترهغه د نوموړو س� �تيرو لاس ته ورغلل كله چې، دوى دپيښين په نامه سيمه كې پريوې ديني مدرسې چاپه واچوله.تر اوسه لا د نيول شويو طالبانو د پيژندګلوي په اړه نه خوپه رسمي توګه دپاكستاني چارواكو له لورې څه ويل شوي او نه په كابل كې د ناټو سرتېرو لخوا. پاتې دې نه وي چې ګاونډي هيواد پاكستان په وار وار د افغان ولسمشر كرزي له لوري افغانستان ته د ترهګرو په ننوتو او په خپله خاوره كې د هغوى په روزلو تورن بلل شوى خو، پاكستاني چارواكو وار له مخې دغه تو� �ونه بي بنسټه بللي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان د کـړکـېـچ د حـل لار (څلورمه برخه )", "output": "لیکوال : دکتور فاروق أعظم دافغانستان دمطالعاتو دمرکز مشراو دلندن په پوهنتون کي داوبو دکشالو دڅيړونکي ډلي غړی ددې � �یکني [لومړي برخه] ـ [دوهمه برخه] ـ [دریمه برخه ] دلته وګوری شپږم سؤال په افغانستان کي د بهرنيو مرستو د مؤثريت وو.د جرمني دبون په کنفرانس کي د غرب ظاهرا تلاښ دا وو چي افغانستان داسي يوحالت ته راولې چي بيا د ترو� �يزم د تربيې مرکز نه وي نوځکه يې د اساسي قانون، انتخاباتو او د قضاء داصلاح لپاره يو پروګرام تصويب کړ. او کابل ته يې نړيوال فوج د کابل دحکومت د ساتلو او ددغه پروګرام دعملي کولو لپاره واستاوه. په غيرنظامي برخه کي د بون دکنفرانس غوښتنه داوه چي افغانستان يو مستقر هيواد وي چي دګاونډيو سره په سوله کي ژوند وکړي، دخلکو نماينده حکومت ولري، مؤثر فوج ولري، ټول مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه سي، هيواد بيا اباد او اقتصادي وده يقيني سي. داقرارداد د ملګروملتو دمؤسسې دامنيت شوری پخپل 1386 پريکړه کي هم تائيد کړ.که په ځير وکتل سي پسله تقريبا اوه کاله نړيوالو خپلي کړي وعدې ډير لږ پوره کړيدي. تراوسه تر شپاړس بليون (16000000000) ډالره ډير افغانستان ته د بيا اباديدو لپاره راغليدي. خو ډير لږ يي خلکوته رسيدلي او د هغوي په روزمره ژوند کي ئي ډير کم مثبت تغيير راوستليدی. البته دديرش کالو خرابۍ په 6 يا 7 کالو کي ټول نسي سميدای خو د افغانانو غوښتني ډيري ساده او واقعي وې يعني د ژوند د لومړني ضرورياتو درلودل. حکومت او نړيوالو نه يوازي د افغانانو سره ددغه بسيطي غوښتني په پوره کيدو کي مرسته ونکړه بلکه ددغو بسيطو او لومړنيو غوښتنو دزيربناء د ترميم لپاره يي هم ډير لږ کار وکړ. که څه هم نړيوالو په افغانستان کي په ځينو ساحو کي څه سياسي برياوي درلودليدي لکه دجمهوري رياست، و� �سي جرګې، ولايتي جرګو انتخابات، تعليم او تربيه، مخابرات، نشرات، فوج، پوليس، قضاء، روغتيا او دکليو پ� �اختيا خو غير مؤثر او فاسد حکومت، ډيره بيکاري، په بهرنيو مرسته لګولو کي تشتت او د ناټو پر ښه نيت شک دغه ب� �ياوي خنثي کړيدي. په نتيجه کي نه يوازي عادي افغانان بلکه د ناټو د هيوادو مهم سياسي و نظامي مقامات لکه د انګليستان پډي اشډن، د امريکا جنرال جيمز جونز، اروپائي اتحاديه، سينلس او ډير نور اګاه نړيوال شخصيتونه او ادارې په افغانستان کي د نړيوالو او د کابل د حکومت په کړو اجراأتو قانع ندي. افغانستان يو زراعتي هيواد او اقتصاد ئې پرهمدي سکتور ولاړ دی. د تقريبا 7 کالو په موده کي نه داوبو يو ضروري بند جوړ سو او نه يوه مهمه وياله او کانال پاک او يا ترميم سو او نه يوه غټه کارخانه ترميم سوېده. يوازي يوڅو وړي پروژې د پي ار ټي لخوا ترلاس � �اندي نيول سويدي چي د هغو هدف هم د پروژو تر نامه لاندي په طالبانو پسي کتل دي. افغاني بزګرانو ته ډير کم د کرني تخم او وسايل او حتي زراعتي او مالداري پور ورکول سويدي چي دا خپله و خاشخاش کرلوته موقع ورکول دي. څ رنګه چي کرنه او مالداري په افغانستان کي په تيرو 30 کلونو کي سخته صدمه ليدليده د نړيوالي ټولني څخه دا توقع وه او ورته ښه فرصت وو چي صنعت تقويه کړي. د ارزانه او خواريکښ کارګر شتون له يوې خوا او د افغانستان جغرافيائي موقعيت له بلي خوا چي د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، غربي اسيا او خليج په منځکي پروت دي خارجي پانګوال ښه تشوي� �ولای سوای. خو داکار ونسو. افغانستان د يو غرني هيواد په توګه چي ډيري پاکي اوبه يي په هره دره کي سته او � �يرځايونه دبريښنا لوی او واړه بندونه جوړيدايسي او ترخپل ضرورت زيات ئې بهرته صادرولای سي اوس د بريښنا له نعمته محروم دی او له بهره ئې واردوي. حتی همدا پسله اوه کاله د زرو مليونو ډالرو دراتوئيدو او د بهرنيانو د بيساري حضور سره سره د کابل د ښار د اوسيدونکو نيمئ بريښنا نلري. په لويه کچه بېکاري، د بيا اباديدو د عم� �يې سوکه والی، د حکومت بيعدالتيو او د ناټو بمباريو خلک اړ کړيدي چي يا پاکستان يا ايران ته کډه وکړي او يا دځان دحمايت او امرار معيشت لپاره د زورواکانو او طالبانو سره يوځاي سي. دبهرنيو مرستو دغسي عدم مؤثريت ددولت مشروعيت ته هم لويه صدمه رسوليده. سينلس چي د امنيت او پالسي په چارو کي پاريس ميشته يوه نړيواله مشورتي اداره ده پخپل وروستي راپور کي ليکي چي کابل او نړيوالي ټولني د افغانستان د اعمار مجدد مکرري وعدي د افغانانو سره تر سره نکړې. ډېر افغانان خپل په ژوند کي څه مثبت بدلون نه ويني بلکه ژوند يي ترپخوا خراب سويدی. خلک سؤال کوي چي بليونونه ډالره چي په افغانستان کي مصرف سويدي چيري تللي دي.... له بډايو هيوادو څخه افغانستان ته تللي مرستي غيرمنسجمي، غير مؤثري او ضائع سويدي. افغانستان اوس د استدلال په يوه داسي دائره کي راګير دی چي امريکا او ناټو وائي امنيت د کار او پرمختګ لپاره شرط دی. خو ډير افغانان پدي عقيده دي چي کار، بياودانول او پرمختګ په افغانستان کي امنيت راوستلاي سي. که عامو خلکوته کار پـيدا، بياودانول پـيل او انکشاف يقيني سي دخلکو اعتماد به پرحکومت اعاده او په ملاتړ به ېې راووزي. څوک به بيا خپل نازولی زوی يو فاسق او ظالم جنګسالار ته نه سپاري او دهغه داقتدار او حرص و از لپاره به خپل اولاد نه قربانوي. دوی به نه يوازي بيا دمخالفينو سره مرسته ونکړي بلکه هغوی به پخپلو سيمو کي دحکومت ضد عملياتوته پريـنږدي. چريکي جنګ بې دولس له م لاتړه ممکن ندی؛ که ولس خپل سي چريکي جنګ به څنګه ادامه پـيدا کړي او بريالی سي؟ اووم سؤال د افغانانو د اقتصادي حالت دڅرنګوالي وو.اصلي امنيت د خلکو د زړونو په لاسته راوړو کيدي. که څوک په افغانستان کي امينت، دموکراسۍ، پرمختګ او سوکالي غواړي نو بايد په اقتصادي ساحه کي کامياب کار وکړي. تجربي ښوولېده چي په افغانستان کي زور او نظامي عمليات ندي بريالي سوي. دلته سکندر خپل سرزوره سر خوړلی دی، دانګ� �يزانو پزه چي پرپاچاهي يې لمر نه ډوبېدی سوليدلېده، سورلښکر چي ددنيا دتسخير خوبونه يې ليدل شرميدلی دی او داده امريکا ورپسې روانه ده. راسئ سرچپه ئي عملي کړو چي دټولو پکښې خير وي او هغه داچي سياسي حل ته موقع و� �کړو او دهيواد اقتصادي بيا رغونه وکړو او پدي ډول امنيت د خلکو په رضائيت او اقتصادي سوکالي کي وپلټو. داځکه د افغانستان بحران تر ډيره حده سياسي، سازماني او اقتصادي دي نه نظامي. تر يولک زيات داخلي و خارج لښکرو چي د عصر په ټولو پرمختللو وسلو مجهز دي او بېله اټومه دهيڅ ډول تخريبي وسلې داستعمال څخه يي دريغ هم ندی کړی ونکړای سوای په افغانستان کي امن قائم کړي او ورځ په ورځ اوضاع خرابـيـږي دا ښئی چي د افغانستان بحران په زور نه بلکه په اقتصادي او سياسي رغاوي حل کيـدايسي.سره لدي چي ډېر غربي ستراتيجستان ښائي موافق نه وي خو زموږ باور دادی چي په افغانستان کي بيکاري او بغاوت مستقيما سره متناسب دي. که خلکو ته کار پيدا سي او ولس په يو ګوله موړ سي دا به دحکومت اعتبار ډير او هغه ته به مشروعيت وروبخښي. خلکوته کار پيداکيده به د زورواکانو زور اوبه کړي او ډير لږ خلک به وي چي ديوجنايتکار او جنګسالار توپک په غاړه کي واچوي او دده لپاره خپل هيوادوال م ړه کړي او يا ځان قربان کړي. څوک چي ډير مجبور نه وي په اسانه نه حاضريږي چي ځان مړ، مور بوره او خپل اولاد يتم ان کړي. د کسب و کار موجوديت دغه مجبوريت له منځه وړي. د کابل حکومت او نړيواله ټولنه پدي کي ناکام سويدي چي عام خلکوته د کار زمينه مساعده کړي، مالي او پولي پاړسوب کښته، کرائې او نرخونه کنترول او د خوار او بډای ترم نځ د ژوند د سطح تفاوت کم کړي. همدا راز دوی بريالي نسول چي په اصطلاح د خارجي متخصصينو لښکر راکم او په زرو د چور إن جي او ګاني ترکنترول لاندي راولي. دوي ونه توانيدل چي د مليارډونو ډالرو او د خارجي ماهرانو د يو لوی فوج په درلودلو سره بيا هم د خلکو پر ژوند يو مثبت اثر وکړي. دغه نامطلوب حالت د بيکارانو يو لوي لښکر ددولت او خارجيانو څخه دخوابدو کسانو او مخالفينو سره يوځاي کړيدي. دايران څخه په افغانستان اوعراق کي دهمکارۍ په طم ع امريکايانو دنفت وغازدپايپلائن او تجارتي لارو د جوړولو هغه پروژه وځنډول کومه چي به له ترکمنستانه پاکستان ته دافغانستان له لاري تلل او دمرکزي اسيا انرژې ئې جنوبي اسيا او غربي نړۍ ته رسول. ايران تل ددغه پروژې مخالفت کړيدی او دنورو علتونو وڅنګته پدغه سيمه کي دجنګ داور د بليدو يو مهم عامل هم ايران دی. ايران غواړي دافغانستان په غرب او جنوب غرب کي دعدم امنيت له لاري داپروژه عملي نسي او په عوض کي دايران په خاوره کي دغه لاري تيري سي. دغه پروژه که عملي سي دکاله 300 مليونه ډالره دافغانستان دولت ته ماليه ورکوي، ترلس زره � �يرو افغانانو ته کار پـيدا کوي، او په لارکي پرتو کليو او ښاروته ډېر ارزانه برېښنا او غاز ورکوي. داپروژه دجنوبي اسيا او مرکزي اسيا ترمنځ تجارت تقويه کوي او په افغانستان عموما او غربي سيموکي خصوصا يو ډير اقتصادي تحول راولي؛ ترانسپورت تقويه کيږي او دلاري په اوږدو کي ورکشاپونه، رستورانونه، هوتلونه، بازارونه او نو� �مرستندويه اقتصادي نشاط رامنځته کيږي. مهمه سياسي ګته به ئې دا وې لکه اوس چي افغانستان ګاونډيانو ته اړ دی ددې پروژې په عملي کېدو سره به ګاونډيان هم افغانستان ته اړ سي؛ افغانستان به ورته مهم سي او ددغه هيواد ثبات او استقرار به پخپله ګټه وبولي. همداراز، څرنګه چي افغانستان يوغرنی هيواد او ډيری اوبه او دبرېښنا دتوليد � �ير امکانات لري توقع وه چي امريکا او نړيواله ټولنه به مرسته وکړي چي داوبو بندونه جوړ سي. ددغو بندونو څخه دويالو پذريعه لامزروع مځکي او دښتونه اوبه سي او خلک دترياک پرځاي نور مشروع کښتونه ولری. خو دا مهمي پروژې چي سروې ګاني يې تر انقلاب پخوا د داؤدخان په وختکي تکميل سوي وې تېر 7 کاله دپيسو، متخصصينو او نړيوال حضور سره سره جوړي نسوي او افغانستان ددې پرځای چي برېښنا ئې صادره کړې وای اوس له بهره برېښنا واردوي. او ددې علت دادی چي په مورد کي سياسي اراده نسته. امريکايان دپښتنو په سيمو کي چي ايران او پاکستان ته څرمه دي جنګ ته ضرورت لري څو له يوې خوا ايران خوښ وساتي چي دپايپلائن پروژه پاته سوه، دوهم دخپل اوږدمهالي اهدافو لپاره پر پاکستان ف� �ار ډېر کړي او دريم په سيمه کي خپل حضور توجيه کړي. برعکس، امريکايان ددې لپاره چي په مرکزي اسيا کي خپلي م نګلي مضبوطي ښخي کړي په شمال دافغانستان کي و امن ته ضرورت لري. همداراز، امريکا ددې لپاره چي دافغانستان شما� �ي ګاونډي هيوادونه خوښ وساتي ترڅو په نوموړو هيوادو کي په اسانۍ کار وکړي نو په افغانستان کي هغوی ته سياسي، فرهنګي، او تجارتي امتياز ورکوي او دافغانستان شمالي برخي دهغوی د نفوذ په ساحه کي قبلوي. امريکا او نړيوال بانکونه کوښښ کوي چي دافغانستان په عوض کي دقرغزستان په شمول زموږ په شمالي ګاونډي هيوادونوکي ب� �ېښناکوټونه جوړ کړي او دهغو څخه توليد سوې برېښنا د افغانستان له لاري و پاکستان ته انتقال کړي. په لار کي به پرموږ هم برېښنا خرڅوي او پدې ډول به زموږ منابع او ظرفيتونه راکد پاتيـږي. ناټو او د کابل د حکومت ا� �تصادي ماهرينو د غربي نړۍ د اقتصادي نظام په راکاپی کولو سره په افغانستان کي د ازاد بازار اقتصاد پلی کړ، دولتي سکتورونو ته يي نه يوازي توجه ونکړه بلکه هغه يې پراشخاصو وپلورل. لکه ديوسياسي نظام وارديدل چي خراب عواقب لري داسي داقتصادي نظام کاپي او بېفکره پلي کول هم نامطوب نتائج منځته راوړي. ناټو او د کابل حکومت ډير معدود داسي اقتصادپوهان لري چي دافغانستان دټولنيز او کلتوری جوړښت سره بلد دي څو توانيدليوای چي غربي ا� �تصادي تجربي يي د خپل هيواد د شرايطو سره سازګاري کړيوای. ددوی ډيرئ په غرب کي لوی او تربيه سويدي او يوازي دا پوهيـږي چي څنګه هغه څه چي يې په غرب کي ليدليدي کاپی او په افغانستان کي پلي کړي. دوی ددې توان نلري چي په بهر کي لاسته راوړې پوهه دافغانستان دشرايطو سره منطبق کړي. ماته يو افغان ځوان معلوم دی چي امريکا کي پيدا او 12 کاله ښوونځی يې هلته په تکليف ويلې دی. پخوا يې افغانستان هيڅ نه وو ليدلی خو اوس دا څوکاله په افغانستان کي ديو ډير مهم وزارت مشاور دی او په ډالرو ډېر لوړ معاش اخلي. د نظام او سړيو داډول واردات به څه نتيجه و� �کړې؟د مخدره موادو پر بهرنۍ مافيا سربيره، بهرنيو مشاورينو، متخصصينو، إن جي او ګانو او قرارداديانو هم چي د هغوي مسلکي پوهه، د پروژو مؤلديت او مفديت او روڼ حساب ورکول يي ترجدي شک لاندي دي د افغانستان پر اقتصاد ي� �غل کړيدي. لکه څنګه چي دناټو عسکر ازادانه هرڅوک نيولای سی، بندي کولای سی، وژلای او بمبارډ کولای سي هم داراز د خارجي مشاورينو، متخصصينو، إن جي او ګانو او قرارداديانو لښکر ازادي لري چي د افغانستان د اقتصاد ه� �ه برخه چي وغواړي ګوډه، فلج او يا مړه کړي. لکه فاحشې ښځي او دعيسائيت مبلغين چي په زرو د حکومت له اجازې او خبر پرته افغانستان ته ځي او راځي او په ډاډه زړه خپل کار کوي، دا ډول خارجي مشاورين او إن جي او ګاني هم دحکومت له علم او چوکاته بهر چيري چي يې زړه غواړي او ګټه يې ايجابوي فعاليت کوي. په افغانستان کي تقريبا 2600 إن جي أو ګاني کار کوي او له خارجي مرسته کونکو هيوادو څخه مالي مرستي اخلي. ددوي کارونو چنداني ملموسه نتيجه نده ورکړي او نه څوک سر پسې ګرځوي، پداسي حال کي چي همدا مرسته کونکي پخپلو هيوادو کي د خپلو خلکو سره د يوه يوه سينټ او پينس حساب کوي. د افغانستان د ماليې وزير انوارالحق احدي داريانا تلويزيون سره په يوه مرکه کي چي په 5 مئ 2008 خپره سوه شکايت وکړ چي مرسته کونکي هيوادونه دوه پر درې برخه مرستي خپل مربوط إن جي أو ګانو ته رأساُ ورکوي او موږ نه په خبريـږو او نه پوهيـږو چي چيري او څونه مصرف سوې؟ موږ نه پوهيـږو څونه کار سويدی او څونه نور پکار دی او چيري په کار دی؟ په حقيقت کي دوی خپلي مرستي په يواوبل شکل بيرته وړي. همداراز، ددوی کار ډير قيمتي اوبيله روڼي حسابدهي دی. مثلاٌ دوی يو کيلومتر سرک په يو مليون ډالره جوړوي هغه هم سم نه. پداسي حال کي چي تردې ښه کار موږ ددې مصرف په دريمه کولای سو. دا قابل فهم ده چي د افغان حکومت د اقتصادي ادارو کاري ظرفيت په اول سر کي کم وو او بهرنۍ مرستي ته ئې ضرورت درلود خو تر 6 کالو وروسته د بهبود توقع وه او دا غيرقابل قبول ده چي اوس هم خارجي م رستي د حکومت تر چوکات بهر د خارجيانو په لاس مصرف کيـږي. پداسي حال کي چي د بهرنيو مرستو مصرف د دواړو اړخونو ترمنځ باهمي همکاري غواړي. دغه استثماري يرغل دافغان دولت اقتصادي ادارې سختي کمزوري کړيدي. په إن جي أو ګانو کي اوچت معاشونو ددولتي ادارو څخه د پوهو او مسلکي کسانو فرار ته لار هواره کړيده او دولت يې د فني پرسونل په � �لت او دکاري ظرفيت په مزيد کموالي مواجه کړيدی. لکه څنګه چي به خارجي فوجونو ته په افغانستان کي تل ضرورت وي، اشغال ګرانو اقتصادي فضاء داسي راوستلېده چي همداسي به دکابل حکومت خارجي ماهرانو ته تل اړ وي. نتيجه به ئې داوي چي ښاغلي احدي (د انګلستان د فايننشلټايمز په نقل قول) اعتراف کوي چي موږ پسله 6 کاله د نړيوال پولي سازم ان هغه غوښتنه پوره نکړای سوای چي ويلي يې وه چي افغانستان به د خپلي بودجې 8٪ دداخلي عوايدو څخه پوره کوي. تاسي وګوری، دکابل دحکومت کاري ظرفيت تردې حده کمزوری دی چي تر 15 مليونه ډالره په ډير مصرف او درې کاله مسلسل کار يې دداسي انکشافي پلان خاکه جوړه نکړای سواې چي نړيوال بانک او نورو مرسته کونکو ته د منلو وړ وای. د احدي په قول هغوی دغه پلان د بيا غور لپاره ورمسترد کړ. که دکابل حکومت دغربي نړۍ عميل نه وای ددغه استرداد موقع ئې هم نه ورکول. دکابل بريښنا رئيس انجنير محمدسرورصديقي اريانا تلويزيون ته په 6 جوالای 2008 وويل چي /دکابل د ښار يوازي په سلو کي 65 کورونه نوبتي بريښنا لري./ پسله اوه کاله حکومت د زرو مليونو ډالرو په مصرف يوازي دکابل هغو سيموته بريښنا تهيه کړيده او هغه هم نوبتي چي هلته خارجيان او دحکومت غټان پراته دي. افغانستان يو زراعتي هيواد او اقتصاد يې هم تر اويا په سلوکي پرهمدغه سکتور ولاړ دی. خو د اکسفام په قول دغه مهم سکتور ت� �اوسه د 16000 مليونو ډالرو څخه فقط 400 مليونه ډالره ترلاسه کړيدي. داچي ددې مبلغ څخه به څونه بزګرته رسيدلي وي معلومه نده خو دايقيني ده چي ډير به کم وي. يوازي امريکا په افغانستان کي سل مليونه ډالره د ورځي نظامي مصرف لري (واشنګتن پست 28 جولای 2008). دوی وايې چي موږ د ورځي 7 مليونه ډالره ملکي مصارف لرو چي ډيره برخه يې هغو ولاياتو ته ځي چي دوی عسکر پکښې لري. په بشري مرستو کي د مرسته کوونکو ترمنځ مفاهمه او تنظيم نسته او ډير ليدل سويدي چي پر يوه پروژه څو ځايه پيسه اخيستل سوي او پيسې ضائع سويدي. اکسفام ادعاء کوي چي مرسته کوونکي پدي کي ناکام سويدي چي پخپل منځکي او دحکومت سره خپل کارونه همږغي کړي. مرسته کوونکي مؤسسې او هيوادونه يې پدي کي پاته راغ� �يدي چي د خپلو پيسو دمصرف په ځاي، مؤثريت او د مرستو د لګولو په ستراتيجي پسې وګرځي. په بهرنيو مرستندويه م� �سساتو کي ډير فساد موجود دی. ددې لپاره چي خپل اداري فساد پټ او ماليه په بډه ووهي خارجي إن جي أو ګاني کوښښ کوي چي په کابل کي يو کمزور، رشوتخور او په اداري لحاظ فاسد حکومت موجود وي. پدي ډول د کابل دحکومت په اداري فساد کي د بهرنيو مرستندويانو لوې لاس دی. دهغه هيواد اقتصاد چي تراشغال لاندي وي داشغالګر قوت لخوا داسي تنظيميـږي چي پرخپلو پښو ونه دريـږي او تل يې پرنورو تکيه او د مرستي لاس يې نوروته اوږد وي. افريقا چي دنړۍ په ټولو قارو کي دطبيعي زېرمو په لحاظ غني ده او په سوو کاله دغربي نړۍ ترتسلط لاندي اوسي او په سوو زره مليونه � �الره يې دمرستي په نوم پکې مصرف کړيدي، تراوسه يې نه خلک په وچه ډوډۍ ماړه سوه او نه ډيموکراسي پکښې راغله. نور بیا ..... پاته لري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د توري بوړي په عملياتو کي ٥٠ جنګيالي وژل سوي دي", "output": "د VOA News انټرنيټ پاڼي په حواله د ننګرهار په غرنۍ سيمه توره بوړه کي له څلورو ورځو راهيسي د تصفيو عملياتو په ترڅ کي د ٥٠ طالب جنګياليو د وژلو خبر ورکول سوى دئ.دغه عمليات په چهارشنبه د افغان او ايتلافي ځواکونو له خوا د القاعده د مشر اسامه بن لادن د موندلو دپاره پيل سوي دي.افغان امنيتي چارواکي وايي له سيمي څخه د ١٠٠ په شاوخوا کي کورنۍ د جګړې له بيري وتلي دي.د پاکستاني پوځ وياند جنرال وحيد ارشد وويل پاکستاني پوځ له توري بوړي سره پر پاکستاني سرح د کلک امنيتي تدابير نيولي دي چي پاکستان ته د طالب جنګياليو ته اوښتو مخنيوى وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نغمه خبري غونډې ته څرگند شوه.", "output": "دهیواد وتلې او نامتو سندرغاړې ښاپیرۍ نغمه نن دوه نیمې بجې دکابل په سیټي سنټر ماڼۍ کې گڼ شمیر خبریالانو ته څرگند شوه او دزړه خواله یې ورسره وکړه دهیواد وتلې او نامتو سندرغاړې ښاپیرۍ نغمه نن دوه نیمې بجې دکابل په سیټي سنټر ماڼۍ کې گڼ شمیر خبریالانو ته څرگند شوه او دزړه خواله یې ورسره وکړه. له اغلې نغمې خبریالانو پوښتنې کولې او نغمې ورته ځواب وایه لومړی هیواد ته دهغې دراتگ په مهال دخوښۍ دڅرگندولو په اړه ترې وپوښتل شول نغمې په ځواب کې وویل چې ډیره خوښه ده هیواد ته ستنه شوې او دخوښی راز یې له څیرې هم بریښي. دوهمه پوښتنه ترې یوه خبریال دا وکړه چې له منگل سره یوځای ده او که نه؟ نغمې تر ډیره بریده ددې پوښتنې ځواب ونه وایه او دا یې هم وویل چې پوره شپږ کاله کیږي له منگل سره یې گډې سندرې ندي ویلي او له منگله دجدا کیدو او له هغه سره دگډ ژوند په اړه یې نور څه ونه ویل او دا کار یې شخصي کار باله چې باید په شخصي کار کې څوک باید لاس وهنه ونکړي. اغلې نغمې دا هم وویل چې څلور اولادونه لري. دهیواد دهنري اړخ په اړه نغمې وویل خوشې دماشومانو لوبې ورته دا مهالیزه موسیقي ښکاري او هغه رښتینی رسالت ددې مهال موسیقۍ له لاسه ورکړی. نغمه داریانا تلویزیون په بلنه کابل ته راغلې او دنوي کال دنوې ورځې درادبره کیدو لامله به یوه کنسرټ ته هم څرگنئ شي. انځورونه : رحیم گل څاروان له اغلی نغمی سره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د چارواكو د پام وړ!!د ميدان وردګو ولايت پښتون ....", "output": "(اى ريشه براى خيدا مانده يى، شوما خر استين... پشتون چى يه...................) د چارواكو د پام وړ!!د ميدان وردګو ولايت پښتون مېشته او د كابل په پوله پروت ولايت دى، ټول اوسيدونكي يې د پوهې، بصيرت او پښتني غيرت له مخې په تول برابر دي، پوهه او بصيرت يې دې سيمې ته صبر، زغم او تحمل ور بښلى، دا سيمه تل ستونزې او سختۍ په خاموش او سكوت سره تيروي، د هېواد د نورو سيمو پرتله لوستي خلك ډېر لري، د جرمونو كچه يې د هېواد دې نورو ولايتونو پرتله بېخي ټيټه ده!! خو د هېواد چارواكي تل بيا بل ډول برداشت اخلي، هغوى همېشه دې سيمي ته ترسترګو وتلي خلك وراستوي، اداري چارې يې هغو خلكو ته په لاس وركوي، چې د هېواد نور ولايتونه يې نه شي زغملى. او يا دوى نورو سيمو ته نه شي تلى او دلته چې هر ډول ناپوهه خلك راشي، بيا هم شپې تېرولى شي!!! د خلكو ښه وقار او سړه سينه د هغوى سادګي بولي!! د طالبانو د واك پرمهال پدې سيمه كې چارې داسې ويدو او سستو بدخشانيانو ته سپارل شوې وې، چې په بل ولايت كې نه چا پرېښودل او نه دوى بل ولايت ته د تلو جرآت كاوه!!د موجوده حكومت په واكدارۍ كې هم ډېر اداري او امنيتي مشران ورته راغلل، ان بصير سالنګي غوندې كسان خو هم پدې سيمه باندې مقرر كړاى شول!! د همدغه نا اهله چارواكو د غفلت اوبې وفايۍ په پايله كې نوره سيمه خو پرېږده، ان په ميدان ښار كې هم هېڅ نه ليدل كېدل، څو كاله وړاندې به چې هرچا دا ښار د لومړي ځل لپاره وليد، نو ښه سم به يې وخندل، ويل به يې ما خو ويل چې دا به ريښتيا هم سم ښار وي!!! اوس د دوو كلونو را پدې خوا ددې سيمې بڼه څه نا څه بدله شوېده، ډېرې ودانۍ په كې جوړې شوې دي او ټولې ودانۍ يې نوې او ښكلې ښكاري، د سړك پ� �سره زاړه او خيرن دكانونه او هوټلونه اوس لرې شوي او له سړك څخه لرې د پلان او نخشې سره سم ښكلي دكانونه او ښايسته اپارتمانونه د جوړېدو په حال كې دي.چې اوس له لنډه ځايه ورشې، نو پر چارواكو به دې د بدګومانۍ څپه لږ را ټيټه شي. خو امنيتي چارې يې بيا د بدخشان د غرونو تالي چټو ته سپارل شوې، داسې خلك دي، چې نه يې انساني ب� �خورد زده دى او نه په چال چلند پوهېږي، مخكې لدې چې ورشې دا به درته وايي: (پارسي بيګو، اغى دغيت نمى پامم). له خلكو سره داسې چلند كوي، لكه څوك يې چې ( له ډېرغټ مجرم بندي سره كوي). چې تر څنګ يې تېر شې، خامخا به دې په لونګۍ، ږ يره او يا جامو پورې يو څه وايي!! داسې سترګ وږي دي، چې په هېڅ شي سرپه نه كوي!!بس چې د طالبانو او يا بل چا لخوا څه كړپ شي، نور ددوى ميره شي، بيا نو هر پښتانه ته طاليب او القاعده وايه، بېګنا خلك تر كوتكو لاندې كوه، له خ� �كو موبايل او پيسې اخله، خلك تهديدوه... دا يې عام كركټر دى!!!ګورئ چارواكو: داسې خلك مو ګومارلي، چې هر سړى و� �ته دښمن ښكاري، نوره هېڅ ګناه چې ونه لري، بس ددوى په اند پښتونولي يې غټ جرم دى. (اى ريشه براى خيدا مانده يى، شوما خر استين... پشتون چى يه...................) !!!!د هغو عامو او پېګناه خلكو غچ چې د همدغه وحشيانو لخوا د كومې پېښې په تور وځورول شول، ووهل شول، او جيبونه يې لوټ شول، ښه وليد و مو ليدل چې د سيمې خلك بيا دومره بې غيرته نه دي، چې هر وحشي ته خاموش پاتې شي، و مو ليدل چې د امنيت قومانداني يې څنګه ددوى په وينو ولړله. يو ځل بيا خبردار اوسئ كه دغه پښتون ضده وحشيان لرې نه شي، نو ژر ده، چې په ميدانښار كې څو ځله نورهم داسې پېښې ووينئ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ", "output": "غلی شانته انقلاب نسيم ووې د ګل غوږ کي ، بدل شو د يارانې ر نګ غلی شانته انقلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ ********* ورسره نوي رنګونه رنګارنګ تحولونه کړي سمسور به راغ رغونه موسم بل دی هم بل شوی ، د بلبل د ترانې رنګ غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ ******** دړي وړي زوړ رباب دی زوړ مطرب خانه خراب دی زوړ اهنګ د روح عذاب دی نوی ساز نوی اواز دی ، هم شو نوی د نغمې رنګ غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ ******** نوی دام نوی صياد دی نوی چل نوی بيداد دی نوی اۀ نوی فرياد دی هوښياري صيد لره بويه ، بدل شوی ددانې رنګ غلی شانته انقلاب دی ، بدلوي د زمانې رنګ ******* لري نوي محبسونه نه يو سرای نه يوه خونه حبسوي لوی هيوادونه چي بندي پرې نه پوهيږي ، دا سي شو د زولانې رنګ نوی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ ******** طلايي جام کښي د دور شراب زهر دي په دور نوشيدل يې غواړي غور ای سرمست زلميه پام کړه ، بل راز شو د ميخانې رنګ غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ ******** سره واوښتل قومونه ويښ خبر شول له ژوندونه د ويدو شوه وران کورونه ګوره کله به شي نوی ، د پښتون د کاشانې رنګ غلی شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ *************"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قوماندان عطا او حنیف اتمر تر مینځ د جنجال را مینځ ته کیدل", "output": "میرویس جلالزی همیرا - مزار شریف د شمالې ټلوالې غړي او د بلخ والي عطا محمد نور په بي ساري توګه په افغان دولت نیوکې کړي او په خاصه توګه یې د کورنیو چارو وزارت په دې تورن کړی چې په شمالي افغانستان کې نا امنۍ ته لمن وهي. عطا محمد نور دغه څرګندوني د احمدشاه مسعود د مړینې د اتمې کلیزې په مناسبت په مزار ښار کې په جوړه شوي غونډه کې وکړې. نوموړي وویل: (( حنیف اتمر زما د ماموریت په اړه د افغانستان د ملې امنیت شورا ته اغوا کونکي او ګمنام رپوټونه وړاندي کوي، په داسي حال کې چې دولت په خپله د بلخ ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې دولت ضد وسله والو ته وسلې ورکوي چې دغه کار د بلخ ولایت اوسیدونکي سخت اندیښمن کړي دي)). د عطا محمد نور پر وینا چې د کورنیوچارو وزارت د بلخ ولایت په چهاربولک، چمتال او بلخ ولسوالیو کې د طالبانو او غیر طالبانو په نامه کسانو ته وسلې ورکوې او د نوموړي پر وینا چې دغه کار د بلخ ولایت امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. عطامحمدنور د خپلو خبرو پر مهال د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي هم د ولسمشر کرزي په ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه چې د ده او د بلخ ولایت په اړه په زهرو ککړ تبلیغات د سیمې حالات له خطر سره مخامخ کولای شي . نوموړي وویل: (( د کابل دولت باید په دې پوه شي چې زه عطا محمد یم، د نورو یو شمیر دولتي چارواکو په څير زه له کوم رسټورانت او یا کافي شاپ څخه افغانستان ته نه یم راغلی)). له دغې خبري څخه که څه هم د ښاغلي نور موخه مشخصه نه وه خو نوموړي د خپلې وینا پر مهال تر ډیره بریده د کورنیوچارو پر وزیر حنیف اتمر نیوکي کولي. د کورنیوچارو وزارت د عطا محمد نور تر دغو څرګندونو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د ښاغلي نور د دغو څرګندونو په اړه یې څارنوالۍ ته شکایت کړی تر څو د هغه دغه مغرزانه څرګندوني وڅيړل شي او د قانون له مخې ورسره چلند وشي. د کورنیو چارو وزارت په ښاغلي حنیف اتمر د عطا محمد نور نیوکې بي اساسه بللي او ګواښ یې کړی چې ډیر ژر به حقیقت له دروغو څخه بیل کړي. د بلخ اوسنی والي او د شمالي ټلوالي وتلی غړی عطامحمدنور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امرالله: د کرزي د وژلو پلان په پاکستان کې جوړ شوى و", "output": "د افغانستان د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت ريس يوه خبري کنفرانس ته په کابل کې د چهارشنبې ورځې د عملياتو په اړه ب� �پړ معلومات ورکړل.د ملي دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردک چې د ثور د اتمې د پيښې د څيړنې مشري کوي، وويل چې د ثور د اتمې دپیښې په تړوا يې د کابل په ښار کې په دريو ځایونو کې عمليات کړي. هغه وويل په ګذرګاه، تره خیل او احمدشاه بابا مېنې کې دغه عمليات شوي. جنرال عبدالرحيم وویل چې ولسمشر کرزي ترې په یوه اوونۍ کې د ثور د پیښې د پلټنې غوښتنه کړې وه، ولې دوی وتوانېدل چې په دوو ورځو کې کار بشپړ کړي. جنرال وردک دا ډول زیاته کړه چې په پيښه کې یو لړ حکومتي کارکوونکو هم لاس لاره چې نیولي یې دي. دې خبري کنفرانس ته د ملي امنيت ريس، امر الله صالح، په ګذرګاه کې د پيښې په اړه پوره معلومات ورکړل. هغه وویل چې دوی د ثور د اتمې د پيښې په تعقیب تیره شپه یوه بجه په ګذرګاه کې د یوې ترهګرې هستې ځای پيدا کړ او تر نن غرمې پوري یې په دغه هسته عمليات ترسره کړل. امر الله صالح وویل چې ترهګر په یوه کور کې په ځای شوي وو او یو ماشوم او یوه ښځه هم ورسره وه. صالح وویل چې ماشوم د ترهګرو له لوري ووژل شو او ښځه د ملي امنیت د کارکوونکو په ډزو وژلې شوې. د ملي امنیت ریس وویل دا ښځه بهرنۍ وه او تر اخره یې ورسره جګړه کړي. د ملي امنیت ریس د پښې د تلفاتو په اړه دا ډول وویل چې په پيښه کې د ماشوم او ښځې په ګډون څلور ترهګر وژل شوي. درې یې بهرنیان او یو هم افغان دی. صالح دا ډول زیاته کړه چې په پېښه کې د ملي امنیت درې کارکوونکي هم وژل شوي. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی داسې ثبوتونه لري چې ترهګرو ته په موبایل ټیلیفونونو کې له وزیرستان، میرانشاه او باجوړ څخه هدایات ورکړل شوي. د ملي امنیت ریس وویل چې دغه عملیات یې د یوه ترهګر د نیول کیدو د اعترافونو له مخې کړي، هغه دا ډول وویل چې د ثور داتمې دپيښې دوسیه یې نوره بشپړه کړی او ولسمشر حامد کرزي ته به يې سپاري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو د ملاعبیدالله د نیولو خبر رد کړ", "output": "بېنوا : کوټهپاکستان ته دمتحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر ډیکچیني د سفر سره سم په کوټه کي یوشمیر پاکستاني رسنیو داسي رپورټونه خپاره کړي چي له مخي يې د پاکستاني استخبارتي ادارو له قوله د طالبانو د پخواني حکومت د یو جګپوړي کس او د هغه وخت د دفاع وزیر ملاعبیدالله په کوټه که په یوکور باندي د چاپې پر محال نیول شوی دی.که څه هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او په کوټه کي د صوبایی حکومت چارواکو په دې اړه کوم رسمي خبر ندی خپورکړی ، خو د طالبانو ویاند ملاذبیح الله مجاهد څو شېبې وړاندي د نامعلوم ځای څخه د ټیلفون پر کرښه دبېنوا ویبپاني سره د خبرو پرمحال د هغه دنیولو خبر رد کړ. ملا مجاهد وویل چي تر کومه ځایه چي ددوی معلومات دي هغه ندی نیول شوی . او دا خبره خو بلکل بې اساسه ده چي ګواکي هغه په پاکستان کي دي . له بل پلوه په کوټه کي د پولیسو یو ځايي چارواکي وقاراحمد جمالزي بېنوا ته وویل چي د کوټي په ښار کي داسي کوم عملیات ندي شوي چي له مخي دې ملاعبیدالله نیول شوی وي . ملاعبیدالله د۲۰۰۱ میلادي کال په ورستیو کي دطالبانو د سقوط وروسته په پاکستان کي په خپل کور کي ناست و او د هر راز سیاسي فعالیته لاس په سر شوی و. خو د ۲۰۰۵ میلادي کال راهسي له کله چي طالب اورپکو افغان دولت او په هیواد کي مېشت ایتلافي بهرني سرتیري له سترو ننګونو سره مخامخ کړي دي ملاعبیدالله د افغان دولت او امریکایی سرتیرو په وینا د طالبانو د هغه لس کسیزي شورا یو له مهمو غړو څخه دی چي په افغانستان کي دطالب اورپکو مشري په غاړه لري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دامریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر افغانستان ته راځي.", "output": "دامریکې دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر دیک چینې افغانستان ته راځي، او دافغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره به وویني ویل کیږي چې دخرابې هوا له امله یې نن راتګ ونه شو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار: د فوتو ژورنالیزم کورس په لاره واچول شو", "output": "د کندهار په ښار کې د ښونځیو 15 نارینه اوښځینه زدکونکو ته د فوټو ژورنالیزم دوه ورځنی کارځای په لاره واچول شو . د دې پروگرام د سمبالگري ادارې (هینداري) مشر غوث الدین فروتن واېې چې له دې کارځای څخه موخه خلکو ته د انځور په ژبه د کندهار د حالاتو � �سول دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کې د موټر بمي چاودنې مخ نيوی وشو", "output": "د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بینوا ویب پاڼې ته د یو بیان په استولو ویلي چې د کندهار په ولایت کې یې یو داسي ګاډی نیولی چې په چاودیدونکو توکو بار وو. پولیس په داسي حال کې د چاودیدونکو توکو د نیولو خبر ورکوي چې په دې ورستیو کې د کندهار له مختلفو سیمو د خونړیو چاودنو راپورونه تر لاسه کیږي. وزارت د نیول شوي موټر نوعیت کرولا به ګوتو کړ چې دا ډول موټر نن صبا د ځانمرګو بریدکونکو له خوا ډیر کارول کیږي .له دې چاودیدونکو توکو سره د تړاو په تور څوک ندي نیول شوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "المان: افغانستان طالبانو ته نه پرېږدو", "output": "د المان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جرناټ ايرلر Berliner Zeitung ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي ويلي چي هيواد به يې هيڅکله افغانستان طالبانو ته پرېنږدي.نوموړى وايي په افغانستان کي مېشت څه باندي ٣٠٠٠ الماني عسکر وروسته له هغه نور هم خپلو دندو ته متوجه سول چي تېره اونۍ يې درې سرتېري ووژل سول.په کابل کي د المان په سفارت پوري اړوند دغه سرتېري د کابل د بګراميو په ولسوالۍ کي د سړک د غاړي په يوه چاودنه کي وژل سوي وه. ښاغلي ايرلر وويل حکوم ت يې پر داسي يوه پلان کار کوي چي د افغانستان نا ارامو سيمو ته نور سرتېري ولېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د تلي د مياشتي ١٨مه نېټه", "output": "د ولي شا طبيب ليکنه / کندهار دميزان دمياشتي اولسمه شپه وه ، سړه شپه وه ، اسمان وريځ وو ، ستورو سترګک نه واهه او دګرد او غبارنه ډک ساړه بادونه تاويدله ، ټول ويده سوې وه ، يوازی زه ويښ وم ، د شپې يوولس بجې وې ، زړه مې راته وويل چه ياره سبا خو ددفتر دتلو انديښنه نه سته ، او د ولسمشر دټول ټاکنو لپاره به په ارامه دسهار پر نهو يا لسو بجو ورسم ، اوس به يو ساعت نور هم راډيوواورم ، خو پسله څو شيبو د پخوا په شان بيده سوی وم او راديو دمعمول په شان چالانه پاته وه . کله چه د سهار سپين واله ښکاره سوه ، تيارې خپلې لمنې ورو ورو ټولوولې ، راپورته سوم ،نسبتا سړه ورځ وه ، اودس او دلمانځه وروسته مې بړستنه بيا پرځان راتاوو کړه ، زه لا تود سوی نه وم چه دکوټې ور راوټکول سو ، ورولاړ سوم ور مې خلاص کړ زما سپين ږيری بابا ولاړ وو ، زه حيران سوم چه نن څرنګه بابا دکوټې وره ته ولاړ دی ، بابا پاک کالی اغوستی وه او خپله نوې شنه پګړۍ يي په سروه ، ماته دا احساس پيدا سو نه چه اختر وې او بابا بيا داختر دلمانځه لپاره کوټه په کوټه ګرزې او موږ راويښوې چه ځانونه تيارکړو ،نه نه داختر ورځ نه وه ،ساعت ته مې وکتل ، مخکی تردې چه بابا نه وپوښتم چه خيردې وې ، خو بابا وار دمخه کړ وويل راځه ژر سه وروڼو ته دې خبر ورکړه هلکان هم بيداره که چه څو رايه ورکړو . اوه ، پوه سوم چه دميزان ١٨ نيټه ده ، دولسمشرۍ دټاکنې ورځ ده ، بابا ته مې وويل ښه دی بابا ته يوه پياله چای وکه زه هم دروزم ، بابا وويل نه نه چای به وروسته وکو ، ماهم دبابا خبره ومنله ، خپل دوه زامن مې دخوبه راپاڅول او وروڼو ته مې هم هلک واستاوه ، بالاخره په څو شيبو کښې زما وروڼه ، زامن او دخور زامن تيار سوو و، او دکوره راووتو او د نژدې ټول ټاکنې مرکز ته چه په يوه دولتې تعمير کې وو رهې سو، بابا ديوه جېب نه لاس ايستې او په بل جيب يی ننيستی ، ورنه پوښتنه مې وکړه بابا څه شې پسې ګرزې ، په داسې حال کې چه کارت يی دجيب نه راوايستې موږ ټولو ته يي وويل چه هلکو کارتونه خو مو نه دې هير سوی ، موږ ټولو کارتونه راوايسته او بابا ته موښکاره کړه . زما سره انديښنه وه چه دومره وختې به دټول ټاکنې کارکوونکې راغلې وی ؟ او ايا خلګ به صندوقونو ته راسې ؟ په همدې انديښنو کې ډوب ومه چه يوه ډله ځوانان مې وليدل ، چه په ډيره خوښحالې روان وه ، ما فکر وکړ چه ممکن دوی د رخصتي په خاطر خوشحاله دې او يا دشپې يو ځای ميلمانه وه او يايي بانډار کړې دی اواوس کوروته روان دې ، نه داسې نه وه هغوې دټولټاکنو مرکز ته روان وو ، وروسته مې ډيري ډلي دځوانانو او مشرانو وليدلې چه روان وه ، کله چه سړک ته راووتوو نو ګڼه ګوڼه نوره هم زياته ته سوه ، او ټول د رايوورکولو مرکزونو ته روان وه ، دخلکو بهير نور هم ډيريده ، هغه لاره چه ښوونځۍ ته روانه وه ډلې ډلې ښځی می وليدلې ، چه دښوونځۍ خواته روانې وی ، هيڅ مې نه ياديږي چه په دی شمير ښځې په شين سهار دکورونو راووزې ، عجبه راته ښکاره سوه دهرچا په چهره کې دخوښی او غرور نښې دورايه ښکاريده ، کله چه موږ د رايی اچولو مرکز ته ورنژدی سوو دومره زياته ګڼه ګوڼه وه چه دشمير نه زياته وه ډير خلګ په شين سهار راغلې وه او دټول ټاکنې دمرکز دروازه کې په انتظار ولاړ وه چه خپل دخوښې کانديد ته رايه ورکړې ، کله چه مې دا غښتلې خلګ وليدله ، ځان راته وړوکۍ او بد وايسيدی او هغه وختې راغلې خلګ چه هغه دخلکو خبره سهار مردان راغلې وه دځانه مې لوړ او ښه وبلل ، او ورته می افرين ووايه . موږ څه وخت ودريدو خو خلګ دومره ډير وه چه که تر غرمې هم ودريږو نوبت به نه ورسيږی ، بابا وويل چه بل مرکز ته به ورسو ، تقريبا شل دقيقې وروسته بل مرکز چه په يو ښوونځۍ کې جوړ سوی وو ، ورغلو دلته دهرې ټولګۍ مخ ته درايي ورکوونکو قطارونه جوړ سوې وه موږ هم په يوه قطار کی ودريدو، دماشوم توب ورځې مې راياد سوې چه هره ورځ به په ښوونځۍ کې په قطار دريدلو ، او بيريدلو چه بيا به ښوونکۍ زموږ لاسونه او نوکان ګورې ، په همدې چرتو کې تللۍ وم چه درايی اچولو وارۍ مې راورسيدی ، او پخپلو لاسونو مو خپله رايه صندوق ته ورواچوله ، او په خوښی راستون سوو ، دبابا دسترګو دخوښۍ اوښکی راتوی سوی او دپګړۍ په شمله يی پاکې کړی ،او کورته راستون سولو ، ماته دافغان غيور ملت د دروندوالۍ ، هوډ ، وطنولې اود عالې همت نور پوخ والې هم وسو . ولي شا طبيب ( کندهار _ افغانستان )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دزغم نړیواله ورځ که ښکرور درواغ", "output": "ګرانه !موږ دزغم دنړیوالی ورځی په توګه دنومبرد۱۶می لمانځل نه منو اولمانځنی ته یی دشک په سترګه ګورو.که په رښتیا ولمانځل شی نودتقدیر اوستاینی وړبه وی .ددی ورځی ډیر لمانځونکی غداران اومکاران دی.دخبرو اوعمل ترمنځ یی ډیر توپیر شته.ډیرچی یی لمانځی په دروغویی لمانځی.دوی دنړۍ ستردرواغجن خلک دی اوپه ښکرورو درواغوعادت شویدی.هغوی نړۍ غولوی.انسانیت غولوی.څوک چه بیا ددی درواغجنو سره دزغم په نامه دادرواغجن شعاربدرګه کوی هغوی هم سترناپوهان اوجاهلان دی. هغوی دمکارانو دمکر اوغولونی به منحوس اوکرغیړن جال کی راګیر شویدی. هغوی دخپل ښوراو ازاد حرکت توان دلاسه ورکړیدی. داسی بی تحلیله اوپوچ سری خلک نه دحق اوریدل کولای شی او نه ویل. دوی دشعور له لرلو نه هم محروم دی. دحقایقو درک له سره پیژنی نه. دوی حقایقو ته دنورو دنا پوهۍ په چټلو اوکرغیړنو څیښو کی ګوری. دوی ته دحقایقو په دنیا کی هر څه سرچپه اوغلط ښکاری.ددوی په ژوند کی ابلیس ستر واکمن دۍ. دوی په خپله دحقایقو دشناخت حواس نه لری نوځکه یی دنورو کرغیړونوداذهانو او خولوتعریفونه مخی ته ایښی.خپل دین عقیده اودنیکونو توری اوکارنامی رنځوری پدیدی ورته ښکاری او دحق له پلویانو سره بیا دسیکولراوپردۍ دیموکراسۍ په ناروا وسله په ډیره بی شرمانه توګه مبارزه کوی.دغه په نا پوهۍ کی غرق وګړی په دی هم نه پوهیږی چی دزغم دغه علمبرداران په کال کی فقط یوه ورځ د نړیوالودغولولو په خاطرزغم دنړیوالی ورځی په توګه لمانځی او پاته دکال دری سوه څو شپیته ورځی دا دشر او فساد بچی بیا دنړۍ پر بی وسه اوبی کسه مظلوموأولسونودزغم پر ځای قهر،غضب او بمونه اوروی. دمعصومو اوبیګناه خلکو تن اوژوند ته اورونه ورولی. دهغوی د وینو تقدس نه ساتی.خپلی برچی پرپڅوی اوخپل مردکونه دهغوی په بیګناه سینو کی ډوبوی. په دی سره دخپل قهر،غضب اوسلیبۍ دښمنۍ اورسړوی.دا دقهر اوغضب بړیڅی سړي وژنی، ښځي وژني او دماشومانو په ژړولودخپل بی رحمه ټټرونو کوګلونه سړوی.دغه ناخبره ،تیرووتی او ترککرۍ پوری په ناپوهۍ کی غرق دپردۍ دیموکراسۍ او لادینه سیکولر نظام پلویان ولی دتور اوسپین تشخیص نه شی کولاي.دوي په دې ولی نه پوهیږي چی نن په نړۍ کی دچا وینه توییږی اوڅوک محکوم دي. دچا پرحقوقو ظلم او تیرۍ شروع دۍ.دزور ظلم اواستبداد پر اسونوسپاره دا دقهر،نفرت،کرکی اوتاریکۍ امامان اوخوروونکی څوک او دکومه راغلی.ایا دوی رابلل شوی او که راغلی.زه نه پوهیږم چه دبعضو تیروتلو وروڼو په سینو کی زړونه شته او که نه. که بیا وی، نو نه پوهیږم چه درد به لری اوکه یا .که څوک زړونه ولری او په زړونو کی درد ولری نو ضرور له دردمنو سره مل وی او له هغوی سره اوښکی تویوی. دنړۍ خورو اوسړی خورو سره دأخوت او همږغۍ پرځای بیا له ژړیدلو او دردیدلو سره داخوت کړۍ بندوی. ایاددوی په أند زغم دیته وایی چی دکمزوروأولسونو وینی دی توي شی ،دهغوی پرخاوره ،حقوقو او ازادۍ دی تیرۍ وشی أیا دیته دعدم تشدد او روادارۍ پیغام ویل کیږی،ایادا دبحث ،مکالمی،خبرو جوړواوروغو دکلتور خوریدل دی او که دوینو دتویولواوځناورو دکلتور خوریدل اوغښتلی کیدل؟ تاسی ورشۍ، په عراق کی دمسلمانانو حال وګورۍ، دسوډان مسلمانانوته سر ورښکاره کۍ،چیچنیا ته په وازو سترګو وګورۍ،دبوسنیا له اوښکو ځان خبر کۍ ،ازربایجان دشرقی استبداد په پنجوکی وګورۍ اوافغانستان بیاولی دشرقی ښکیلاکګرودماتی په بدل کی دلویدیزترتازه دمه ګونډولاندی دۍ. د افغانستان مومن اوغیورولس ته دکومو ګناهونو جزاورکول کیږی،موږ دچا کلیسا په ډبرو ویشتی وه چه نن زموږ جوماتونه له خاوروسره خاوری کیږی موږ دچا دحریم دلاندی کولو نیت کړی وو چه نن مو حریم ته به بیباکۍ کتل کیږی. خبری خوهرڅوک دتریشر دبوسو په څیردوړولاي شی خو ریښتینی خبری بیا یواځی ریښتینی او په زړه صاف خلک کولای شی.دنابلده دیموکراسۍ اوسیکولرنظام دوړی چه دچا پردماغ اوذهن پرتی وی هغه به خود د جومات ترڅنګ دکلیسا نقشه اچوی اوخود به دملا اودولت دارۍ ترمنځ غرونه دروی. مهربانی وکۍ په درسته نړۍ کی یو اسلامی هیواد راوښایاست چه پر کفري ملک دي یی دتیری یاحملی فکرکړیوی اویا دی یی چاته غاښچیچۍ کړیوی.پر ننۍ اسلامی نړۍ خوچه نن کومی پرمخ تللی اوسپنی د باران په څیر اوریږی دا ټول دهغه چا برکت دۍ چه یواځی په خوله دزغم نړیواله ورځ لمانځی اوپه عملی ډګرکی بیا ټول دروغ وایی. لږ دادنړۍ دمسلمانانو پرحال زړه وسوځۍ. مفت اوجفت دلادینو اوخطاتللو نظریو اوغولوونکوخبروته مه تسلیمیږۍ. موږ مسلمانان یو اوپه دی ویاړو چه ۱۴۰۰ کلنه عقیده په میراث راپا ته ده موږ ددی میراث دحقانیت ننګه په خپلو وینو کوو. موږ ددی میراث د تږوپه وړاندی زغم داسلامی ننګ اوغیرت ترپښولاندی کیدل بولو. هر هغه څوک چه زموږ دمقدساتو اواسلامی ارزښتونو په وړاندی چپ ګوری، دهغوی سترګی باسو.دزغم پرځای پرهغوی اورپاشو،سوځوو یی، ژوند ته یی اور ور وړو.څوک چی زموږ پرعزت خیږی، زموږلوړ ټیټوی، زموږ دازادۍ احترام نه ساتی اوزموږ ژوندون دخپلوګټوقربانی کوی، نو ایا دهغوی په وړاندی هم باید له زغم ڼه کار واخیستل شی؟ مسلمانان تر بل هرچا دزغم په ارزښت اوتعریف ښه پوهیږی اوتربل هرچا یی په یوی ګډی اومشترکی نړۍ کی دژوندکولو طریقی اوډولونه زده. مسلمانان دنړۍ ټولو اسمانی دینونو ته احترام لری اودخپل وخت برحقه دینونه یی ګڼی اما اسلام داخرني برحقه او منسوخوونکی دین په توګه پیژنی اوبس. قران دمسلمانانو سپیڅلی تګلاره ده او دټولونړیوالولپاره دخلاصون اونیکمرغۍ پیغام اوموږ یی د خپل ژوندانه دنظام بشپړ قانون بولو.دهرچا دپرځای عقایدو افکارو اونظریاتواحترام کوو او ترمنځ یی مندرونه نه نړووخوکله چی بیا زموږ دعقیدی په خلاف واقع شی نو بیازغم نه ورته کوواو ریښی یی باسواوله ننګه کوونکوسره یی سر جنګوو.موږ مسلمانان یو اودنوروادیانو دخاوندانو سره عقیدوی پولی لرواوداعقیدوی اختلاف په اور نه پسی کوو تروسه وسه یی پالودڼړیوالو په اصلاح اوهدایت کی کوښښ کوو عقیدوی پولی نه ورسره ګډوو.خپلی عقیدی ته یی را کاږو. دقرأنی تګلاری په رڼا کی له نړیوالو سره ژوند کوو.هغوی که هرڅوک وی دهر نژاد او هره دینه چی وی زموږ په نړۍ راګډ اوشریک دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بیت الله محسود: د هند پر ضد جګړه کې د پاکستاني پوځ ملاتړ کوو", "output": "د تحریک طالبان پاکستان ډلي مشر بیت الله محسود په یوه تازه بیان کې چې د پاکستان له چاپي رسنیو خپور شوی په اسلام آباد غږ کړی چې په ډاډه زړه د هند پر ضد جګړه کې لاس په کار شي. محسود پاکستاني دولت ته ویلی چې د ده طالبان به د هند پر ضد جګړه کې له پاکستاني حکومت څخه کلک ملاتړ وکړي او د هند بیلا بیلي برخي به په سلګونو ځانمرګو ب� �یدونو ولړزوي. دا لومړی ځل دی چې د پاکستاني حکومت مخالفه ډله له دولت څخه په یوه جبهه کې خپل ملاتړ څ� �ګندوي. د محسود دا پیغام په داسي حال کې خپور شوی چې د هند او پاکستان تر منځ د ممبۍ له چاودنو وروسته حالت په بي ساري ډول ترینګلي شوي دي. پاکستان له تیرو دوو ورځو را پدې خوا خپل ټول ځمکني، هوایي او سمندري ځواکونه د تیا� �سي په حال کې ساتلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عطامحمدنور: د بهرنیانو له خوا جوړ شوي زندانونه د خرابي لامل دي", "output": "د بلخ والي عطا محمد نور د نوي کال په ویاړ په مزار کې جوړې شوي غونډه ته په وینا کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د جوړو شویو زندانونو په اړه شدیده اندیښنه وښوده او هغه یې د نومړي پر وینا د حالاتو د خرابۍ مایه په ګوتو کړه.که څه هم ښاغلي نور د زندانونو موقیعت او دا چې د چا له خوا جوړ شوي اشاره و نه کړه خو مستند رپوټونه � �ته چې امریکایي او د ناټو ځواکونه د بګرام په ګډون، په پکتیکا، د کندهار په هوايي ډګر او یو شمیر نورو سیمو کې په خپلو پوځي هډو کې زندانونه لري او شکمن کسان پکې تر نامعلومو مودو په ناقانونه توګه ساتل کیږي. ښاغ� �ي نور همدا راز په وار وار د اسرایلو له خوا د فلسطنیانو د اشغال غندنه وکړه او له اوبهاما یې وغوښتل چې د عراق او افغانستان په ګډون د فلسطین موضوع ته هم جدې پام وکړي. ښاغلي نور له ټولو میلمنو مننه وکړه چې په مراسمو کې یې په خپل ګډون سره نړیوالو ته دا ور وښوده چې دغلته حالات څومره ښه شوي او اوس افغانستان هغه هیواد دی چې د دغسې غونډو او پرتمینو مراسمو کوربه توب کولای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مرحوم سردار داود خان قبر موندل شوی.", "output": "یوه پولیس چارواکي چې نه یې غوښتي نوم یې واخیستل شي خبري رسنیو ته ویلي چې دپخواني ولسمشر مرحوم سردار داود خان قبر دده دکورنۍ له ١٦ نورو غړو دمړو سره یوځای دکابل په څرخي پله کې ددفاع وزارت په روزنیز مرکز کې موندل شوی خو لا هم تردې دمه دا خبر کوم بل � �سمي لوري ندی تائید کړی. سردار داود خان دافغانستان دخلکو په زړه کې ځای درلود او دجمهوري دولت بنسټ یې ایښی سردار داود دکمونیستانو په کرغیړنه کودتا کې دکورنۍ له یو شمیر غړو سره یوځای په شهادت ورسید دسردار داود له شهادت وروسته بیا افغان کور دخوښۍ شپې ندي سبا کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسرائيلو پر لبنان خپلو بريدونو ته دوام وركړى", "output": "د شنبې په ورځ په س� �ګونو پلي اسرائيلي پوځيان د لبنان پولو ته ننوتل او څو كلي يې تر خپل كنټرول لاندي راوستل، دا د اسرائيلي پوځيانو ځمكني عمليات دي چي د حزب الله د جنګياليو په وړاندي يې پيل كړي دي. اسرائيلي الوتكو د لبنان په شمالي سيمه كي پر څو مخابراتي مركزونو بمباري وكړه چي له امله يې له ځينو سيمو سره مخابراتي اړيكي پرې سوې او هم درې ټلوېزوني چينلونه له كاره ولوېدل. له هغه راهيسي چي اسرائيلي الوتكو پر لبنان پرله پسې بمباريو ته دوام وركړى له امله يې د ملكي كسانو په سلګونو مرګ ژوبله رامنځته سوې او په لكونو بېګناه كسان مهاجرت ته اړ سوي دي. &n; bsp; &n; bsp;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وچ شوي ګلان", "output": "وچ شوي ګلان تا د زړه په ګلستان کې صحرايې ګ� �ان کرلي وو تا يې زه باغوانه کړم تا را ته سپارلي وو لوبيدمه لوييدمه اسماني ګ� �انو مينځ کې انتها نه بې خبره له انجامه بې خبره ما څومره ډير داغلي وو وخت په تيريدو و فصل په پخيدو و تا دزړه په ګلستان کې خيالي ګلان کرلي وو تا راته ډالۍ کړل په سپينو اوښکو دې پييلي وو ما ته هر څه يوه خندا وه د ماشومتوب مشغوﻻ وه زه انتها نه بې خبره له انجامه بې خبره ما په سترګو کې خندلي وو ستا ګلان مې د کلي ليوني ته په ټټر کې ورټومبلي وو اوس چې را په ياد شي چې تا څومره ډير ژړلي وو تا دزړه په ګلستان کې پاکيزه ګلان کرلي وو تا راته ډالۍ کړل په خپلو اوښکو دې مينځلي وو اوس وخت دی ډېر تېر شوی ژوند پای ته نږدې � �وی راشه اوس يې يوسه دا وچ شوي ګلان يوسه دا دبيلتانه په غم کې پرهرژلي ګلان يوسه تا د زړه په ګلستان کې تنکي ګلان کرلي وو تا راته ډالۍ کړل خو له زغمه رژيدلي وو ما يې پرهرونه دوخت په مراندو ورګنډلي وو تا ته مې تر ننه د زړه په پيڅه کې تړلي وو راشه اوس يې يوسه دا وچ شوي ګلان يوسه بيا يې راته لوله چې : په شناختو يې څه ليکلي وو تا دزړه په ګ� �ستان کې صحرايې ګلان کرلي وو تا يې زه باغوانه کړم تا راته سپارلي وو تا ته مې تر ننه په ليمو کې ښه ساتلي وو راشه اوس يې يوسه دا وچ شوي ګلان يوسه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د چاوديدونکو توکو په تور٢ تنه شکمن نيول شوي.", "output": "قندهار : د قندهار د ژيړې ولسوالى په اړوند سيمه کې نن د يو لړ فوځي عملياتو په ترځ کې دولتي ځواکونو دوه تنه شکمن مخالفين چې چاوديدونکي توکي يې له ځانو سره لرل نيولي دي. چارواکي وايي چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې او ګرويږنې دوام لري ترڅو څرګنده شي چې د څه په خاطر يې دغه توکي له ځانو سره لرل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرال دوستم : د اکبر بای تورونه بې اساسه دي", "output": "د ازبک مليشو پخوانی قوماندان جنرال عبدالرشيد دوستم د اکبربای وروستۍ څرگندوني رد کړي. د ازبک مليشو پخوانی قوماندان جنرال دوستم د اکبربای هغه څرگندوني رد کړي چې ويلي ېې وو رشيد دوستم پرجنسي تورو نو او ناوړو کړنو تورن دی. د پژواک په نامه افغان خبری آژانس د بای دا څرگندوني پرون خپری کړي وي . د ترک تبارانو د شورا مشر تيره ورځ د دريم ځل لپاره د جنرال رشيد دوستم د محاکمې غوښتنه هم وکړه. که څه هم افغان دولت د دې لانجي د هواري لپاره هڅي پیل کړي خو ښاغلي اکبر بای وویل چې دی به تر هغه په کرار نشي تر څو چې جنرال دوستم نه وي محاکمه شوی . نوموړی د دوستم له خوا د تېریو ځیني بيلگي او ثبوتونه هم رسنيو ته وښودل چې پر وینا یې تر دغو ډير نور هم ورسره شته . د اکبربای دی حرگندونو ته تیره شپه جنرال دوستم په خپل شخصي ټلويزیونی چينل( آينه) کې وويل چې ښاغلی بای يو په خپل سری او ناروغ کس دی چې يوه ورځ يو څه او بله ورځ بل څه وايې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "میدان وردګ : دیو جامع مسجد دبنسټ ډبره کیښودل شوه", "output": "د میدانښار د فامیلو د جامع مسجددبنسټ ډبره د سعودي عربستان دسفارت په (۵۰۰۰۰) زره امریکایي ډالرو په لګښت کیښودل شوه.دجومات دبنسټ ډبرې ایښودلو په مهال دحج اوقافو ریس مولوی رحمت الله رحمتي وویل موږ دسعودی عربستان ددغه اسلامي مرستې نه مننه کوو چې دتل په څیریې له موږ سره خپلې اسلامي او شرعي مرستې کړي او دغه پرانیسته ددې ښه شاهدي ورکوي همدارنګه دولایت والي ښاغلي فدایي هم په خپل وار سره دسعودي دسفارت څخه مننه وکړه چې دجومات دجوړولوپه اړه په کړې ژمنه یې وفاء وکړه او هیله یې وښوده چې دا پرانیسته به لومړنۍ او اخرینۍ نه وي بلکې هغه پروپوزلونه چې موږ دنورو جوماتونو په اړه ورکړي هم منظور ترڅو دلمونځ کوونکو ستونزې هوارې شي،دسفارت نه راغلي استازي حاجی حبیب هم د سفیر نیکې هیلې اوسلامونه خلکوته ورسول، او زیاته یې کړه دهېواد په کچه دسعودي عربستان لس جوماتونه منظور کړي چي له هغو څخه هم دغه جومات ؤ او دهغه نورو جوماتونو په اړه به هم خپلې هڅې جاري ساتوو.دیادونې وړ ده چې دغه جومات (۱۴) متره پلنوالی او (۱۵) متره اوږدوالی لري،ددې ترڅنګ دملاامام لپاره داستوګنې کور،اودسونو ځایه او یومنار هم لري چې پنځوس زره امریکايي ډالروپه ارزښت به د لیستر ساختماني شرکت لخواپه اتو میاشتو په جریان کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتنې دود", "output": "تاسو تیری مـه کوی ، مــونــږ خــپـلـــواکـــی غــــواړود ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړوزاړه واړه او ځــوانــان ، بــه ټـــول فــکـــرونـه وکـړود خــپــل وطــن پــه خــاطــر ، بــه نــوښـــتــونـــه وکـــړوټــول پــه مـــرکــز بــه یــو ، مــونـــږ اتــــــڼــــونــه وکــړود ګــاونـــ� �ی ملــکــــونـــو ، ســـره دوســـتــې غـــواړود ازادۍ ســــ� �ه تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړود د وستۍ مزی ټی� �نګ کـړی ، په دوشمنۍ څه کـوی نـــفـــاق دی کــډه واخـــلــې ، په تــربـګـن� �ۍ څـــه کـویبــې اتـفـاقې پــه ملـک کـې ، په بـدمـرغـی څــه کویورونــ� �و قــامـــونـــو ســـره ، مـونــږ ورورلــې غــواړود ازادۍ سـ� �ــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړوراځـۍ چـې یــو شـ� �و ورونـــو ، دا د بـــابـــا«۱ » ویــنـا دهقــا مــی وحـــدت حـــاصـل کــړو ، دا د لالا«۲ » ویــنـا دهژبـــــــه د قـــــــام نـــــــښــــه ده ، دا د دادا«۳ » ویـــنــا دهد نـــــورو ژبــــو ســـره ، مـــونــــږه ســـیـــالــ� �ې غـــواړود ازادۍ ســــره تــــل ، دود پـــښــــتــــنــ� �ې غــــواړوذهــن غــلام دې ورک شې ، قام ته خـدمــت نه کوینســیــمــه ګـــوره ورتـــه ، ژونـــــد د عــــزت نـــه کــــویاعـتـبار پــ� �ه تـــه ونـــکــــړی ، دی حـــرکــــت نــه کــویذهــــــنـــې غـــلام لـــــره مـــونـــــږ ، دا ازادی غـــواړود ازادۍ ســــره تــ� �ـل ، دود پـــښــــتــــنـــې غــــواړو ــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ۱ ) ارواښاد خان بابا عبدالولی خان ( لا به یو کیږو کنې ورکیږو)۲ ) خان محمدافضل خان لالا (پښتون قامی وحدت زمونږ قانونی حق دی )۳ ) ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری (چا ويل تش د پوهیدو نښه ده ژبه د قام د پيژندو نښه ده )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مهدي کروبي: زه احمدي نژاد د ولسمشر په توګه نه پیژنم", "output": "جلالزی د ایران د اوسني نظام مخالف سیاست وال مهدي کروبي په خپله یوه تازه وینا کې ویلي چې دی محمود احمدي نژاد د ایران د ولسمشر په توګه نه پیژني. کروبي چې د ایران په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ مقام ته نوماند هم وو احمدي نژاد تورن کړ چې د نظام له لارښود آیت الله علي خامنه یې څخه یې په ګټي اخیستلو سره د ولسمشرۍ مقام ته ځان رسولی دی.احمدي نژاد تر اوسه په دې باب خپل بیان ندی ورکړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهاروالي: نهه تنه مونيولي دي", "output": "دطالبانوداوياكسيزي ډلي دقومندان م� �ااميرمحمداخندپه ګډون مونهه تنه په تيرودووورځوكي نيولي دي ،داخبره دكندهاروالي اسدالله(خالد)برايي ماښام ناوخته خبريالانوته وكړه .والي زياته كړه :په دې نيول سووكسانوكي يوتاجكستانى سيدهجران( اميروف) هم شام ل دى چي په دې سيمه كي يې دځانمرګي بريدكوونكوروزنه په غاړه وه اودڅومياشتوراهيسي دكندهارولايت په بيلابي� �وولسواليوكي يې ژوندكاوه،خبريالانوته په دې غونډه كي څلورپاكستانيان هم وروښودل سول چي ددو ى په وينا كندهارته دځانمرګي بريدونولپاره راغلي وواوخپل ځانونه يې خبريالانوته دكوټي اوپېښوردسيمواوسيدونكي و� �وپېژندل . خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . دانيوني په داسي حال كي ترسره كيږي چي په دې ورو� �ستيوكي په كندهاراوشاو خوا سيموكي طالبان اودولت يواوبل ته دزياتومرګ ژوبلووراړولودعوې كوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دائتلافي ځواکونو چورلکې پرون طالبانو ویشتي.", "output": "نن دائتلافي ځواکونو ویاند لیورینت فاکس خبریالانو ته وویل چې تیره ورځ ددغو ځواکونو دوه چورلکې چې په ارزگان کې یې بیړنۍ ناستې کړې وې طالبانو ویشتې وې. نوموړي داهم وویل چې یوه چورلکه له منځه تللې او بله چورلکه داستفادې وړ ده. نوموړي دطالب ویاند دا خبره چې په چورلکه کې ناست سرتیري ټول وژل شوي رد کړه او دشپږو سرتیرو دټپي کیدو خبره یې وکړه. په ارزگان کې تل دغه ځواکونه تر بریدونو لاندې راځي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست او پکتيا کې د دولت ضد وسله والو وژل کيدل", "output": "افغان ځواکونو د هيواد په خوست او پکتيا ولايتونو کې د يو لړ عملياتو پر مهال 7 تنه دولت ضد وسله وال وژلي او څلور نور ېې ژوندي نيولي دي .په سيمه کې يوو امنيتي مامور مټک خان ځاځي وویل چې دری تنه وسله وال د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې مړ ه او څلور نور چې يو ېې ټپي وو نيول شوي دي .په يوه جلا پيښه کې په خوست ولايت کې هم څلور تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل سیدجمال لوهار ځم به ترې د دې څیرې ګریوان سره یار کوي خبري د آسمان سره ما یې تعریفونه په هر لور کول نشته زما قدر دې نادان سره ما ویل خوبونه مې ریښتیا شولو خاورې شوو خوبونه د آرمان سره زه یم شوګیرې دې او غمونه ديعمر مي بس تیر شو د خفګان سره زه لوهار به نورې جرګې ولیږمروغه مي را نه غله د جانان سره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کبیر حقمل", "output": "ښاغلی مح مد کبير حقمل د پوليسود متقاعد ډګروال محمد امين زوی دی چي. د لوګر ولايت په مرکز د حصارک په کلي کې زيږيدلى او همالته لوى شوى دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې د خپل کلي په منځني ښوونځي کې تر. لسم او يوولسم ټولګي پوري د کلنګار په عالي ليسه او دوولسم ټولګى ئې د لوګر په مرکزي(حضرت عمر فاروق عالي) ليسه کې لوستي دي او په کال 1380 کې له همدې ليسې نه په لومړۍ درجه فارغ شوى دی دعصري علومو تر څنګ يې دیني زدکړي هم تر یوې اندازې کړي دي په کال 1381 کي د کانکور له آزموينې وروسته د کابل پوهنتون په ټولنيزو علومو پوهنځي کې زده کړې پيل کړي او په 1384 کال کې د نوموړې پوهنځۍ له لرغونپوهنې او اتنوګرافي څانګې څخه فارغ شویدی. له ډيره کوچنیوالي څخه د شعر سره م یني دې ته هڅولی چي اوس په روان شعر لیکلو کي برلاسی بریښي ويناوالي ئې هم له کوچنيتوبه خوښه وه او په دې برخه کې د کورنۍ په تيره بيا د خپل ښاغلي پلار له لوري ډير هڅول شوی دی،ښاغلی حقمل به د ښوونځۍ او ياهم دې ته و� �ته غونډو او پرواګرامونو کې ډيروخت د وينا والوپه لیست کي هم راته، ډيروخت ئې د خپلې ليسې او کله کله ئې د لوګر د ټولو زده کوونکو په استازيتوب په سترو غونډو کې وينا کوله او خپلو ښوونکو به په دې برخه کې ډير هڅاوه. د پوهنځي په دوهم کال کې ئې له چاپي رسنيو سره اړيکې ونيولې او د لومړي ځل لپاره ئې په ثبات اونيزه کې مقالې او شعرونه چاپ شوه د پوهنځي په دريم ټولګي کې په لومړي ځل په ملي اصلاح دوه اوونيزې(چې اوس اونيزه )ده او بيا په چراغ ورځپاڼه کې په منظم ډول مطبوعاتي کار پيل کړ. په چراغ او هندوکش خبري آژانس کې ئې دوه کاله د پښتو څانګې د مسئول، ليکوال او خبريال په توګه کار وکړ او د 1385 کال په دوهمه مياشت کې ئې په ويسا ورځپاڼې کې کار پيل کړ. د ١٣٨٦ل کال تر سلواغې مياشتې ئې په ويسا ورځپاڼه کې کار وکړ. د ويسا ترڅنگ ئې نژدې د يوه کال لپاره د افغانستان او پاکستان د امن گډې جرگې د کميسيون د دارلانشا د رسنيو په دفتر کې کار وکړ او له هغې نه مخامخ بي بي سي ته ولاړی د ٢٠٠٧ کال له آگست نه ئې د بي بي سي په پښتو برخه کې کار پيل کړى دى. او تر اوسه هم هلته په کار بوخت دی . ښاغلی حقمل چي تانده ځواني لري د لوړ استعداد او پوره زرکتیا څښتن دی دخپل ولس سره يې لیونۍ مینه يې � �ه ورایه په خبرو کښي څرګندیږي او ددې تر څنګ رښتني ژورنالیزم ته ډیر ژمن دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار ښاريان په کمکي اختر کي ډاډمن امنيت غواړي", "output": "احمد لودين : کندهار داچي د کندهار ولايت اوسيدونکو د روژي په تيره مياشت کي او يا هم له روژي نه مخکي په کندهار ښار کي ډيري دردونکي پيښي لکه چاودني ، په کندهار ښار او شاوخوا سيمو کي د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړي او نوري دناامنۍ نښي وليدلي چي په ترڅ کي يي ډيرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته دوي نور جنګ او جګړه نه غواړي او دا چي اوس مهال د نيکمرغه کمکي اختر شپي او ورځي دي له دولتي او امنتي چارواکو څخه په ټينګه غوښتنه کوي چي د کمکي اختر په شپو او ورځو کي کلک امنتي تدابير ونيسي او دخونړيو پيښو مخه ونيسي څو د کندهار ولايت اوسيدونکي او نوي ځوانان په خوښۍ سره د کمکي اختر شپي او ورځي تيري کړي او په ډاډه زړه سره ميله ځايونو ته ولاړ سي او دخپلو ملګرو او کورنيو سره د اختر ورځي په خوښى سره تيري کړي . ځيني ښاريان دپوليسو څخه دا غوښتنه هم کوي چي د اختر په ورځو کي د خلکو د ازار سبب ونه ګرځي او ددي تر څنګ چي موټرونه په تيز سرعت سره ونه چلوي ور ته لازمه ده چي دخلکو سره لازمه او ښه رويه وکړي .اوس مهال په کندهار ښار او شاوخوا سيمو کي پوليس او دملي اردو ځواکونه تر سترګو کيږي چي ځيني يي د کندهار ښار په واټونو کي تلاښۍ او څار کوي او ځيني يي هم يي په موټرونو کي ګرځنده ګزمي کوي . د کندهار ښار په واټونو کي ولاړ پوليس او دملي اردو سرتيري د ښاريانو دا خبري او غوښتني پر ځاي بولي او دوي ته ډاډمن امنيت راوستل د دوي حق بولي خو له خلکو څخه غوښتنه کوي چي د امنتي ځواکونو سره دامنيت په ټينګښت کي مرسته وکړي . په کندهار کي امنتي چارواکي هم د کندهار ولايت ټولو اوسيدونکو ته ډاډ ورکوي چي د کمکي اختر ورځي په ډاډه زړه سره ولمانځي ځکه چي دوي ټينګ امنتي تدابير نيولي دي . د کندهار ولايت دامنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال محمد شاخان فاروقي وايي چي دوي دامنيت د ټينګښت دپاره د کمکي اختر په ورځو کي پلانونه تر لاس لري او خلکو ته يي ډاډ ورکوي چي خپل اختر په خوښيو سره د خپلو دوستانو سره تير کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوريزې", "output": "د تيارو زړونه مو وچول سهار شود خزان لښکرې ماتې شوې بهار شود رڼا قافلې راغلې ګران وطن تههره خوا نغمه نغمه شوه د ژوند وار شو پسرلی شو خنداګانې يو په دوه شوېد وختونو ښکلاګانې يو په دوه شوېد نړئ ناوې سينګار � �وه په ګلونوهرې خوا ته ځلاګانې يو په دوه شوې بيا وختونه د سپرلو راغلل وطن تهکاروانونه د وږمو راغلل وطن تهګل غوټيو ورکړې غاړې يو او بل تهبلبلان په اتڼو راغلل وطن ته نه بدوو به يو له بل نه زړونهنه بيلوو به يو له بل نه زړونهمونږ په لوظونو کي دا پريکړه کړېچې ځاروو به يو له بل نه زړونه څوک چې له مونږ سره ډغرې وهيهسې له غرونو سره ښکرې وهياخر به خاورې شي له خاورو سرهچې له افغان سره ککرې وهي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زماوطنه", "output": "زماوطنه څومره خوږ او راته ګران يي زما وطنه ته مي روح يي ته مي ځان يي زما وطنه ستا د لويشتي لويشتي خاوري نه مي ځار كړي ته مي نوم ته مي نښان يي زما وطنه ته زانګو يي د اتلو باتورانو دا زانګودي په جهان وي زما وطنه چي ګتلي يي په و ينو باتورانو دوي دي تل ژوندي او ځوان وي زما وطنه د تاريخ د شجاعت يو لوړ نښان يي اي وطنه ته خو كور د هر افغان يي ته مي كور يي ته مي ګور يي ته مي ځاله ته ميراث د ميرويس خان يي زما وطنه څو جهان وي څو انسان وي تل دي ته يي ستا تاريخ دي تل روښان وي زما وطنه دښمنان دي تل ړانده شه په ددو سترګو ستا بچيان دي اتلان وي زما وطنه څوك چي تالره بد ګوري كور دي وران شي تل دي دا افغانستان وي زما وطنه نوزادي دي ستا له نوم نه صدقه شي ستا لوړ نوم دي تل ودان وي زما وطنه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طلوع تلویزیون ګډاګیان روزي!", "output": "طلوع تلویزیون ګډاګیان روزي! افغانستان سره له دې چې په اوس وخت کې دنړۍ یوې پوځي اډې ته اوښتی، خوتر هغه ګواښونکی نورې چارې هم شته ،که دافغانستان اوسنۍ حالت ته یوڅه نظر وشي او نظر هم بې پرې وي، په ډاګه کیږي چې افغانان نورنو په خپل واک نه دي،او دوی دهمدې خاورې دمشرانو له خوا په بیلا بیلو نومونو په نړۍ باندۍ خرڅ شوي دي. اصله خبره داده چې اوس افغانستان دسیاسي ناندریو ترڅنګ،له ناوړه فرهنګي یرغل سره لاس اوګریوان دې، داتر ټولو مهمه مسله ده چې باید د دې خاورې روڼ آندي، خپلواکه،او پر هېودا باندې مینې څیرې دقت وکړي، ترڅو دې ټکي دملت پام ور واړوي، په افغانستان کې دطالبانو داسلامي امارت له ماتې وروسته، دټوپکسالارانو،له راتلوسره سم،افغانستان نوي پړاوته ور دننه شوو. په دغه موده کې هرڅه نوي شول دبیان ازادي ګل وکړ، یو ګوډاګی نظام جوړ شو،شړل شوي، رټلي، تورمخي، غله، غلامان، جاسوسان، اوټول افغان خاینین، دحامدکرزي تر جنډې لاندې راټول شول،او هوکړه یې وکړه چې هېوداجوړوي، البته داهغه درواغ او چل وو چې دموقف لپاره ملت ته ورکړل شوې، او په حقیقت کې دوی بیا دغه ملت دبربادۍ کندې ته لاهوکړل. دغه موده کې بهرني هېوادونه لکه ایران،اوپاکستان ښه ډیر غلامان وروزل،او افغانستان ته ېې را واستول، دبهرني غلامان دهېواد بیلابیلې چارې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، دولتي څوکې په ملیونونو ډآلرو وپلورل شول، اولا اوس هم پلورل کیږي. دا دافغانستان لپاره دیوې نوي دورې پيل شو،او افغان ملت دساړه اورپه لمبو لاهو شول چې اوس یې لوګۍ پورته کیږي،او دژغورلولپآره یې څوک مرستې ته نه رازي.اوس نورازو اصلي خبرې ته، په دغه موده کې دبیان آزاد، درسنیو قانو او فعالیت یو له هغو کړنو څخه ووچې جوړ او دعملي کیدو ډګرته ووتل، په دغه موده کې د دولتي تلویزیون ترڅنګ شخصي تلویزیونونه هم را ووتل،اوپه دغه ډګر کې دوهم آزاد اوشخصي چینل دطلوع په نامه را څرګند او فعالیت یې پیل کړل، دغه ټلویزیون، د درېو ورڼو له خوا چې هریو سعد محسني،جاهد محسني، او زید محسني، نومیدل په درز سره نشرات شروع کړ. په هغه وخت کې خلک دغه تلویزیون ته ښه خوشحاله وو ځکه له یوه پوځي بهران څخه را وتلي وو، په لنډه غواړم دې موضوع ته راشم. دغه تلویزیون چې مصرف اوامکانات یې دامریکې دسفارت له خوا دیو اس ای دي ادارې له لوري ورکول کېده هغه ناوړه او منفورې څيرې را پیداکړې چې دهغوی له لاسه افغانستان دې حالت رسېدلی، ټولې استخباراتي څیرې په همدغه چنیل کې راټول شول. په دغه وخت کې ترټولویه برخ ایران ته ورکړل شوه، طلو تلویزیون دایران له خوا وګمارل شو ترڅو د دې خاورې اصیل فرهنګ نابود کړي، او ملي ترمینالوژۍ له منځه یوسي چې تر ډیره حده دغې موخې ورسید، دغه ایراني شبکه په دې وتوانید چې دافغانستان ددولت هغه فاهشې نیم ګړتیاوي په ګوته کړي چې ترشایې خپلې موخې ته ځان ورسوي. صدیق احمد زاده هغه څیره چې څآرنوال ثابت،دبولی وو، د دې چینل اداري مدیر په تو وټاکل شو، صدیق احمد زاده دببرک کارمل دخاله زوی دی، دی دطالبانو د واکمنۍ پرمهال دشلټرنو دموسسې مشر وو او په کابل کې یې عیسوي درس او بلنې ورکولې. چې ګیر شو او ورته درنه سزا ورکړل شوه. دصدیق احمدزاده په شان، نور ګډاګيان هم شته چې اوس په دوام داره توګه دافغانستان نوي نسل ته دګوډاګۍ درس وروکوي، په دې ډله کې (لعل محمد خان) امنيتي مسوول)، صديق خان (د طلوع مدير مسوول) ، مولانا ( د ګفتمان چلونكى او د طلوع حقوقي سلاکار) ډاکتر ياسين ببرك (د بانود خپرونې چلونكى) د ملي امنيت غړی) او ( رهنورد زرياب ( د طلوع اصلي سلا کار،د درې خپرونو ايديتر،او دایران اصلي غلام. خبره په دې کې ده چې طلوع خو دافغانستان ملي هویت و وآژه، اوس یې دیوشمېر ځوانانو په روزنه کې هڅې پیل کړي دي، ایران هېواد سره له دې چې افغانستان ته ښه نیت نه لري څنګه ممکنه ده چې د دې هیواد دفرهنګ په بډاینه کې کاروکړي ایاد دغه پوښتنې ته څوک ځواب ویلای شي، د دې خبرې یوه ښه بیلګه دمجاهد کاکړ، بکتاش سیا ووش، او هغه چلونکي یا ویاندویان چې په دري ژبه خبرونه وايي، دایراني الفاظوپه کارولو سره یادولای شو. هدف دمې دپښتو اودري ژبي ترمنځ ټکر نه دې،مګر مبارزه ده چې خلکو ته یې رسول غواړم،طلوع تلویزیون په ډیره بې شرمي سره د ګډاګي افغانانو په مټ غواړي د دې خاورې ویاړونه دنابودۍ کندې ته لاهو کړي، نه مقداساتو ته په دې چینل کې دراناوی شته، نه ملي ګټوته،او نه هم دخلکو ناموس ته. هغه تنکي ځوانان چې اوس له نوي تیکنا لوژۍ سره آشنا شوي دهغوی له فکري وړتیا ته په ډیره ناوړه بڼه ګټه اخیتسل کیږي،چا خپل لور او زوی منه کړل چې طلوع ته دکار لپآره مه ورځۍ، خوداسې څوک پیدا نه شول چې داکار یې کړي وای، دزهراموسوي له نوم سره تاسې ټول اشنا یاست، دغه میرمن یوه بدکاره ښځه ده چې وخت ناوخت درزاق مامون جنسي غوښتنې پوره کوي، دغه میرمن اوس مهال دطلو دټاکنیزو خپرونو عمومي پرو ډیوسره ده، او دکارونو ترڅنګ له ښار نه بدکارې ښځې را ټولوي او دهر جمعې په شپه دطلوع دسیاسي څانګې له ځوانانو سره میلې کوي. ایا په افغاني فرهنګ کې داسې کارته ځآی ورکړل شوي، که څنګه داهغه پوښتنه ده چې دطلوع تلویزیون پلویان یې ښه ځواب ورکولای شي، له دې سره جوخت داهغه لارښونې دي چې پلان یې ایران ورکوي او مصرف یې بیا دامریکې سفارت، د دغه تلویزیون مارکیټ دبرخې یو کار کونکې یاسین انوري نو میږي دی دانوري وراره دی، دی دنده لري چې دطلوع بهرني مشاورینوته دجنسي غرایزو دلرې کولو لپاره افغاني ښځې پیدا کړي او هغوی ته یې ورولي. له دې ټولو سره سره دغه بدنامه رسنۍ نه په حقیقت کې د دې خاورې دارزښتو مخالف،او دملي ګټو دښمن دی، دامنم چې طلوع تلویزیون بزنیس کوي،خو مهمه داده چې په چا یې کوي، دچاپه واسطه یې کوي، د دفهشا دفرهنګ د دود کولو لپآره یوه هواي خبره ده، چې په اصل کې داسې نه دي،سید سلیمان آشنا په دغه شبکه کې یو پياوړی خبریال وو تاسې له ده پوښتنه وکړۍ هغه ښه ځواب ویلای شي. تیرکال په طلوع تلویزیون کې کارکونکی ځاو ګډاګي مصطفی عزیزیار، افغان سندر غاړی وحید صابري دکابل ښار دلامعه شهید دلیسې پر ۶ تنو ښځینه زدکونو باندې چې په هغوی کې دپارلمان دیووکیل لور هم شامل وو، جنسي تیر وکړ، کله چې علیشا پکتیاوال په دغه کیسه باندې خبرو شو ځآن یې ورسا وو، نور نو ډېره ناوخته شوې وه. مصطفی عزیز یار،او وحید صابر یاد دجنرال دوستم هلک، دسعد محسني له خوا له کابل څخه بلخ ته له بلخ نه تاجکستان ته واستل شول، ایا دافغانستان په تاریخ کې داسې یو فرهنګي څیره مولیدلې ده چې دخلکو پرناموس تیری کړی وي.؟؟؟؟؟؟؟نو دې ته وررته سل داسې نورې نمک حرامۍ، دي چې په دغه تلویزیون کې روان دي، فرهنګي یرغل او دګډاګیانو روزنه خو دهغوی سیاسي دنده ده،نو زه په ځغرده وایم چې په افغانستان کې دطلوع تلویزیون شتو یوه ډیره لویه ستونزه ده، له دې سره تړلی دلمر په نامه دپښتو دبدنامه کولو یو بل چینل چې ټول چرسي او ناکاره کسان یې په کې راټول کړي دي، او غواړي چې د دې خاورې پښتنو خلکو ته هم دغلامۍ درس ور وښیي، په ټولیزه توګه دافغانستان درسنیو په کورنۍ که بې لوري او خپلواک چنیل نشته خو له ټولونه یې ګواښونکی او نابود کونکي بیا طلوع اولمر چینلونه دي. زما دیوې بلې لیکنې په اړه چې دمجاهد کاکړ په اړه کړې وه ډیرو ګډاګیانو زه وګواښولم البتهد مجاهد پر پلوی نه بلکې دطلوع تلویزیون نه په دفاعیه کې، له دې سره جوخت نور ورنو له ماسره همغږي وښودله، زه له هریو نه مننه کوم. په پای کې دومره وايم چې پرطلو تلویزیون باندې دافغان دولت زور نه رسیږي چې بند یې کړي، خود ملت زرو ورباندې بر دې که خدای مکړې د دې ملت غوسه یوځل بیا وپارید له طلوع سره جوخت نور غلام روزونکو کړیو ته به هم ابدالي، درس ورکړي،یاده دې وي چې په کابل کې دطلو تلویزیون له لوري خلکوته د صدیق خان،او څلورنو ايټالوي دپلوماتاتو له خوا عیسوي درس ورکول کیږي. چې له دې موضوع سره مجاهد کاکړ پوره مخالف دی سره له دې چې دی یو ایراني جاسوس دی نورمعلومات مجاهد کاکړ لري،مجاهد کاکړ دهمدې موضوه په ناندرۍ کې تیر کال امریکې ته ورغوښتل شوی وو. په درنښټتلوسه هوساتورونتوله خپلو وړاندیزونو څخه مې په دې پت خبر کړﺉshanbakhtare@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پوليټيكل ايجنټ : مومندايجنسى كښې دې پوځ راشي", "output": "دمومندايجنسۍ پوليټكل ايجنټ ډاكټركاظم نياز وئيلي دي چې په مومندايجنسى كښې دامنيت دټينګښت لپاره ضروري ده چې فوځ را وغوښتل شي داخبرې نوموړي دبينوا يبپاڼې سره په مركه كښې وكړې اوزياته يې كړه چې زمونږ ځينى خاصه دار دطالبانوسره اړيكې لري چې دطالبانولپاره جاسوسي كوي نوموړي زياته كړه چې داسې كسانوته اړتياليدل كيږي چې داستخباراتي اداروسره مرسته وكړې نوموړى ددې خبرې څرګندونه هم و كړه چې زمونږ 10 ملګري دطالبانوسره بنديان دي چې دراخوشې كيدو لپاره يې خبرې روانې دي كه چرې خبرې ناكامه شوې دنوددغوكسانودراخوشې لپاره به عمليات پيل شي چې په اړه به يې په خپل دوالي على محمدجان اوركزي سره خبرې كوو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دميوند ولسوالۍ تاريخي ډبرينې دروازې وموندل شوې", "output": "د وري ٨ مه، پژواک خبري آژانس کندهار ولايت دميوند ولسوالۍ تاريخي ډبرينې دروازې چې، دوه مياشتې وړاندې ورکې شوې وې او بيا وروسته دهلمند ولايت موسى کلا ولسوالۍ کې پيدا شوې ، دوري په اتمه نېټه دکندهار د اطلاعاتو اوکلتوررياست په موزيم کي ځاى پرځاى شوې د کندهارداطلاعاتو اوکلتور رئيس عبدالمجيد بابي پژواک خبري آژانس ته وويل : ((داتاريخي ٩٠٠ کلنې دراوزې داصلاحي لويې جرګې له پرله پسې پلټنو وروسته چې ،په دې اړه يې کولې لاس ته راغلي دي .بابي زياته کړه : (( سره له دې چې، دادروازې موږ ته سپارل شوې دي خو اوس هم نيمګړې دي ديو ې دروازې يوه پله ماته او دبلې يې يوه پله لا تر اوسه هم ورکه ده .))دبابي پروينا، اوس يې دروازې په موزيم کې ځاى پر ځاى کړي دي خو کله چې، په ميوند ولسوالۍ کې امنيت تامين شي بيا به يې هلته ولېږدوي.د کندهارداصلاحي جرګې مشر احمدولي خان کرزى چې د ولسمشر حامد کرزي ورور هم دى، پژواک ته وويل چې، ددروازو دورکېدلو په هکله يې قومي مشران وهڅول چې، په پيدا کولو کې يې مرسته وکړي. دده پر وينا له پلټنو وروسته معلومه شوه چې، نوموړې دروازې دهلمند ولايت په موسى کلا ولسوالۍکې په يوه کورکې ځاى پر ځاى شوې دي.احمدولي کرزى وايي چې، دهلمند دوالي په مرسته يې نوموړى کور محاصره کړ،دوه تنه يې ونيول او دادروازې يې لاس ته راوړې .خو داحمد ولي کرزي پر وينا : (( هغه دوه تنه چې، په دې تور يې په نوموړي کورکي نيولي دي ددوى ترتحقيق لاندي دي ترڅو ترې ددروازې ورکه پله لاس ته راوړي خوده له دې وروسته ددې دورازودساتلولپاره دکندهار موزيم وړ ځاى وباله .))دميوند ولسوالۍ اوسېدونکى ٣٧ کلن فضل احمد وايي چې ،نوموړې دروازې بايد ميوند ولسوالۍ ته ونه لېږل شي.ده زياته کړه : ((دميوند په هديره کي يې ساتنه نه شي کېدلى ځکه چې، اوس ورته دخلکوپام شوى دى بيا به يې غلا کړي .))په کندهارکې دبېنوافرهنګي ټولنې مشر عبدالاحد محمديار پژواک ته وويل چې، دولت اوس داسې کارونو ته مخه کړې چې، دخلکو دخوښۍ سبب ګرځي.ده زياته کړه : (( له ماشوم تښتوونکو څخه نيولې بيادتاريخي دروازودغلاکوونکو ترنيولوپه دې فعاليتونوباندې يې دکندهاريانو زړونه ګټلي دي.))دا تاريخي دروازې د ١٣٨٣ کال د دلوې پر ١٢ نېټه دکندهار دميوند ولسوالۍ له تاريخي هديرې څخه دشيخ حسن ميوندي له زيارته غلا کړل شوې وې پر دې تاريخي دورازودشيخ حسن ميوندي ژوند ليک ليکل شوى و او ٩٠٠ کلن تاريخي قدامت يې در لود .شيخ حسن ميوندي دسلطان محمودغزنوي دوخت لومړى وزير و چې ، له سلطان سره يې دهندپرخاوره واکمني کړې وه خودورپېښې ناروغۍ له امله په هرات کې چې هلته تدواۍ ته بوو ل شوى و ومړ اوبيا خپلو زامنوخپلې پلرنۍ هديرې ميوند ته راوړ ، دلته يې ښخ کړ او بيا دده دزيارت پر دروازو چې، له ډبرو څخه جوړې شوې وې دده ژوند ليک و ليکل شو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ننګرهارامنيه قوماندان له يو بريد څخه پچ شو .", "output": "د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال خليل ضيايى له هغه وسله وال بريد څخه چې د کابل - جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د وريښمنو د تنګې پر سيمه کې پرې شوى دى روغ رمټ وتلى دى . په دغه بريد کې دده درې تنه ساتونکې ژوبل شوى دى . د چارواکو پر وينا بريد کونکې له يوې نيښتې وروسته تښتيدلى دى . طالب اورپکو ددغه بريد مسوليت منلى دى او وايى چې د قوماندان يو شمير ساتونکى يې په دغه بريد کې وژلى دى . عينى شاهدانو ويلى دى چې ددغه بريد په ترځ کې ډيره ژوبله رامنځ ته شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لست لانجه؛ پاكستان رښتيا وايي؟", "output": "غلام جيلاني ځواك د پاكستان يو استخباراتي مقام د ايسوشيتيد پريس خبري اژانس ته ويلي دي د ترهګرو په هكله هغه لست او راپور چي دافغانستان لخوا پاكستان ته د ښاغلي كرزي د سفر په ترڅ كي وركړل شوي، په هغه كي څه نوي مالومات نشته اوكره ندي. دا په داسي حال كي ده چي افغان چارواكي دا مالومات كره او باوري ګڼي افغانستان چي هركله په پاكستان كي د ترهګرو د روزني د كمپونو اوهلته د ترهګرو دشتون او فعاليت خبره كړي، پاكستان هغه په سپين سترګي رد كړي او غوښتنه يي كړي چي كه په دي هكله كوم شواهد اواسناد چاسره وي نو موږ ته دي وسپاري، څه موده دمخه په افغانستان كي د پاكستان سفير هم د طلوع تلويزيون سره په خپله مركه كي د اخبره تكراركړه او په دي هكله يي د اسنادو غوښتنه يي وكړه. د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامدكرزي پاكستان ته د خپل دري ورځني سفر په ترڅ كي همداسي يولست پاكستان ته وسپاره، افغانستان د يوي بلي هڅي په توګه يو ځل بيا پاكستان ته د وروي لاس ور اوږد كړ، او دا خبره يي وكړه چي په افغانستان كي سوله او سوكالي پخپله د پاكستان په ګټه هم ده. هيله كيده پاكستان دا ځل له هوښياري كارواخلي اود افغانستان په هكله خپله زړه دوه مخي پاليسي بدله كړي. پاكستان كه په افغانستان كي د ترهګرو ملاتړ ته ادامه وركړي نو دا خوسمه ده چي افغانستان به د يوشمير ستونزو سره مخ كړي خو څرنګه چي ترهګري يواځي د افغانستان ستونزه نده، بلكي ترهګري او بنسټ پالني ټوله نړي له ګواښ سره مخ كړي نو د پاكستان دا پاليسي كيداي شي بالاخره پاكستان د نړي له نقشي محوه كړي او په همدي خاطر دا د پاكستان په ګټه هم ده چي ترهګري او بنسټ پالنه له منځه لاړه شي، خو ښكاري داسي چي د پاكستان پنجابي واكمنان نه غواړي له هوښياري كار واخلي. ښاغلي كرزي لا دپاكستان په سفر وو چي مشرف او شوكت عزيز په خپلو ناسمو څرګندونو او بيا دپاكستان دكورنيو چارو وزير آفتاب احمدخان شيرپاو د بلوچستان په پيښوكي د افغانستان په تورن كولو وښوده چي پاكستان نه غواړي افغانستان سره خپلي كړي ژمني پرځاي كړي او پرافغانستان په ناسمو تورونوهڅه كوي دترهګري پرضد جګړه كي ځان له د تيښتي لار پيداكړي. د ترهګرو د لست په هكله هم همداسي وشوه، په پيل كي خو ځيني پاكستاني چارواكو دي خبري نه انكار كاوه چي ګواكي داسي كوم لست پاكستان ته سپارل شوي، خو بيا چي دايي ومنله چي لست پاكستان ته سپارل شوي نو اوس د پاكستان استخبارات وايي لست او راپور كي كومه نوي خبره نشته. پاكستان په دي توګه غواړي د هغو كسانو له نيوني او د ترهګرو د هغه روزنيز كمپونو له تړني نه ځان وژغوري كوم چي په دي لست كي يي په هكله مالومات وركړل شوي، له همدي امله پاكستان اړ دي چي ووايي دا لست كوم نوي مالومات نه وړاندي كوي، كه د پاكستان استخبارات ومني چي په دي لست كي نوي مالومات شته نو بيا خو دهغه مكلفيت پربنسټ چي دترهګري پرضد په جګړه كي د نړيوال ائتلاف سره يي لري پاكستان دي ته اړ كيږي چي په لست كي ياد شوي كسان ونيسي او يادشوي كمپونه وتړي، اودا هغه كار دي چي پاكستان يي په هيڅ توګه كولو ته نه چمتو كيږي. دمشرف او شوكت څرګندوني، د شيرپاو تورونه او اوس د لست بي ګټي ګڼل ټول دپاكستان د هغو هڅو كړي دي چي غواړي د افغانستان دكمزوري كولو او په افغانستان كي دترهګري او بنسټ پالني نه دملاتړ پاليسي ته ادامه وركړي. البته د پاكستاني استخباراتو دا خبره رښتيا ده چي په دي لست كي د پاكستان استخباراتو ته كوم نوي مالومات ندي وړاندي شوي، دا سمه خبره ده پاكستان په دي توګه اعتراف كوي چي لادمخه په دي هكله پوره او كره مالومات لري چي ترهګر چيرته اوسيږي، چيرته روزل كيږي او له كومو لارو افغانستان ته ننوځي، په حقيقت كي خودا ټولي اسانتياوي د پاكستان د استخباراتو لخوا ترهګرو اوبيا په تيره طالبانو ته برابريږي. دا خو پخپله آيي ايس آيي ده چي په خپل پوځي كمپونو او نورو ځايو كي ترهګري روزي په وسلو سمبالوي يي او ورانكاري لپاره يي افغانستان ته راليږي، څه موده دمخه مولانا فضل الرحمن چي د آيي ايس آيي د طالبانو د پروژي يو عمده پلي كونكي دي، وويل چي د مانسهري په پوځي كمپونو كي ترهګر روزل كيږي او بيا د پوځ په مرسته افغانستان ته ليږل كيږي. د ترهګرو او بنسټ پالانو په هكله پاكستان ته استخباراتي مالومات وركول يو بي ځايه او بي ګټي كار دي دا مالومات خو هغوي بي لدي هم لري، د ترهګري په هكله د پاكستان لخوا د اسنادو اوشواهدو غوښتل او بيا دا شواهد او اسناد كره او باوري نه ګڼل يوا ځي د ترهګري پرضد له جګړي نه د تيښتي لار ده، پاكستان په دي هكله هيڅكله هم له صداقت نه كار ندي اخستي او نه به يي هيڅكله واخلي. افغانستان بايد د پاكستان په وړاندي په خپلي ستراتيږي او سياستونو يوه جدي بيا ليدنه وكړي، پاكستان ته د دوستي او ورور ولي لاسو اوږدول نور ګته نلري، پاكستان بايد دي ته اړ شي چي له ترهګري نه لاس واخلي، ټولي هغه لاري چاري بايد ولټول شي چي پاكستان دي ته اړ كړاي شي ترڅو د ترهګرو ملاتړ خوشي كړي. بايد نړي په دي پوه شي چي پاكستان د ترهګري اوبنسټ پالني ترټولو حاصل خيزه كرونده ده، پاكستان د مذهبي كركي او نفرت بر بنسټ جوړ شوي، مذهبي كركه او نفرت چي د بنسټ پالني عمده محرك دي دپاكستان دوجود دليل دي، كه مذهبي كركه اونفرت له منځه لاړه شي نود پاكستان وجود هم ورسره له منځه ځي، نړي بايد پوره ډاډ ولري چي په پاكستان كي كه يو سيكولر سياسي قوت هم واك ته ورسيږي هغه به بيا هم اړ وي چي د مذهبي بنسټ پالني نه د يوي سياسي وسيلي او وسلي په توګه كار واخلي، پاكستان يواځي بايد په زور دي ته اړ كړاي شي چي له ترهګري او بنسټ پالني نه لاس واخلي، پخپله خوښه پاكستان د اكار هيڅكله نه كوي، نړي بايد مخكي لدي چي ديوي بلي ستري غميزي سره مخ شي پدي هكله فكر وكړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملګرو ملتونو، يونما او د بشري حقونو کميسيون ته!", "output": "ښاغليو او آغليو!البته چې تاسو به هم خبر ياست او که خبر نه ياست نو خبر شئ چې له يوې اوونۍ څخه زيات د نهو لسو ورځو را په دېخوا په تخار و� �ايت کې د ځايي اوزبکو له خوا د نوي کورنيو په شاوخوا کې پښتني کورنۍ چې بيرته خپل پلرني ټاټوبي او خپلو مځکو ته � �استانه شوي او اوس د يو محلي جنګسالار او ټوپکمار چې لا ځان ته قاضي هم وايی په بند واسارت کې شپې او ورځې تيروي. د افغاني رواياتو مطابق دېته برمته وايی او په دې کې هېڅ شک نشته چې اوس دغه کورنۍ چې ټول ټال به ٧٥٠ يا ٨٠٠ تنو پورې واړه او غټ د نارينه وو او ښځينه وو په شمول په خپل شخصي بند کې ساتلي دي او دا يې لا بده ده چې اوس هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هغه بشري درملو مرسته هم ورورسوي ځکه چې په دوی کې خو ځينې کسان د ماشومانو په ګډون د نس ناستي په ناروغيو هم اخته دي. او تاسو پرې ښه خبر ياست چې دغه اوزبک جنګسالار قاضي لا ورته د مرګ ګواښونه هم کوي او ضرب الاجل يې هم ورته ورکړی، نو ايا دا ستاسو مسووليت به په دې اړه څه وي؟ خلک په دې پوهېږي چې د پښتنو پر ضد يوه لويه جهاني توطيه او دسيسه روانه ده او پښتانه په سيستماتيک ډول ستاسو د راغليو مېلمنو په خپلسريو او وړندو بمباريو په ډېره بېرحمۍ وژل کېږي. هلته خو په مطلقې يو غلط راپور هم خپلې الوتکې پورته کوئ پرته له دې چې له محلي حکومت سره پرې تفاهم وشي او دلته خو پرې دا دی چې ټوله نړۍ له يوې اوونۍ زياته کېږي چې پرې خبره ده او هېڅوک يې غږ نه اوري او ټول پرې چپ، وړانده او کاڼه ياست، نو ايا تاسو ته د ملګرو ملتونو، يونما او د بشري ح� �ونو د اورګانونو په حيث ستاسو هغه بشري احساس او مسووليت تاسو ته د همدې اجازه درکوي چې بايد د پښتنو په م� �ابل کې بايد همداسې چپه چوپتيا او خاموشي اختيار شي. که داسې وي، نو چې بيا دا ملت پوه شي او خپل غم وخوري او که نه وي، نو بيا ولې داسې چوپ پاتې کېږئ؟ خلک نور تېری له کرزي او د ده له کابينې نه ګيله نه کوي ځکه چې د کرزي په م وجوديت کې دا ملنډې درګرده په پښتنو روانې دي. لر وبر پښتانه د ترهګر او القاعدې په نامه وژل کېږي، او دېته خو هېڅکله بشري جنايت نه وايئ او نه ورته ترهګر او تروريست وايې چې په رڼا ورځ يې ٩٠ دکورنۍ برمته کړي او په يوه کلا کې يې ايستار کړي. نه څوک ورپرېږدي او نه چا ته اجازه ورکوي چې هغه مريضانو ته بشري مرستې درمل او دارو ورورسوي ان تر دې چې د درملنې لپاره هغه روغتيايي ډلې ته هم اجازه نه ورکوي چې اقلاً هغه لومړنۍ طبي مرستې خو ورورسېږي، نو ستاسو وظيفه او وجايب خو بيا د نړيوالو قوانينو سره هم په ټکر کې راځي او که تاسو د دې لپاره ګومارل شوي ياست چې د پښتنو په مقابل کې د نورو پالنه او درناوۍ وکړئ او هم ستاسو له ټولو مرستو او امکاناتو دوی څخه برخمن شي او پښتانه نه او دوی نور هم بايد وځپل شي، توهين شي او هم ستاسو له مرستو نه چې دوی يې هم مستحق دي برخمن نه شي، نو اخر ولې دومره ظلم کوئ؟ داسې جوتېږي چې له کرزي نه نور تېری واک تللی او نه هغه د دې توان او اختيار لري چې د پښتنو د ټولوژنې په وړاندې دې د اوزبک جنګسالار او ټوپکمار قاضي په مقابل کې خپل غږ پورته کړي. دا چې تاسو هم د يو مسوول اورګانونو په توګه د افغانستان په قضاياوو کې دخيل ياست، نو بناءً دا ستاسو يو اخلاقي مسووليت هم دی چې خپل ټول امکانات، توان او نفوذ پر لاره واچوئ ترڅو هغو مريضانو ته دارو درمل ورورسوئ او د ژوند نور حقوق يې هم پايمال نه شي او امنيت يې د دولت او امريکايانو، ناټو او ستاسو په شمول د ټولو په ګډه يو اخلاقي مسووليت، وظيفه او وجيبه هم ده. بايد چې د توان ترحده له خپل نفوذه کار واخلئ او د هغو کورنيو ژوند د جنګسالار او ټوپکمار قاضي په مقابل کې تضمين او تامين شي.د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه دي او په پيړيو پيړيو يې سره يو د بل س� �ه څنګ په څنګ ژوند کړی. دا چې اوس قاضي يې په مځکو او جايدادونو باندې خېټه اچولې دا قضيه بايد له حقوقي پلوه حل � �ي. قومي بغاوت، شرارتونه او عامې بلواوې يې د حل لاره نه ده. هيله ده چې نور اوزبک ورونه هم د دغه جنګسالار او ټوپکمار قاضي د جنايت او خيانت په وړاندې د سليم عقل نه کار واخلي. خپل اولاونه، خپل ځانونه او خپلې مېرمنې او بچي بايد د دغه جنګسالار له شخصي ګټو نه قربان نه کړي. او نوموړي ته هم په کار دي چې له يوې حقوقي موضوع نه ناوړه سياسي ګټه پورته نه کوي او نه نورو سياسي لوبو او عام وژنې ته نور هېوادوال او نه هېواد ورټيل وهي. داسې ناوړه کړه وړه دا پخپله يو لوي بشري جنايت دی چې د خپلو ذاتي ګټو او مفاداتو لپاره د نورو مالونه او بچيان ق� �باني کړي. په نوره نړۍ کې خو خلک له داسې خلکو کرکه کوي، مګر زموږ په ټولنه کې لا تراوسه برلاسي دي او دولت پرې � �ا تراوسه پردې اچولې دي. دولت خو يې د نيولو او محاکمه کولو څخه عاجز وناتوانه دی، بلکې له نورو نړيوالو او بش� �ي اورګانونو څخه يې هم خوندي ساتي او لا ترې ننګه او ملاتړ کوي. نو ښاغليو!افغانان پر تاسو د يو نړيوال مسووليت له مخې هم غږ کوي چې په نوموړې قضيه کې خپل کردار او نفوذ استعمال کړئ چې په راتلونکې کې د يو لوی ناورين، خپلمنځي شخړو او نورو بشري فجايعو مخه ونيول شي چې بيا به يې درملنه تاسو او موږ او هم نورو ته ګرانه وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كندهار كې چاودني شپږافغان سرتيري ووژل", "output": "دغه چاودنه نن ماښام ناوخته دكندهار دژيړۍ ولسوالۍ په سنځري سيمه كې شوې . دكندهارامنيه قوماندان عصمت الله عليزى وايي وژل � �وسرتيرو په ميوند ولسوالۍ كې دنده ترسره كول او هغه مهال ووژل شول چي دسپرلۍ گاډى يي پريوه ځاي پرځاي شوي ماين وخوت . وسلوالو طالبانو ددغه چاودني مسؤليت په غاړه اخيستي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حکمتيار د امن جرگه بې نتيجې گڼې", "output": "پېښور: د پېښور نامتو خبريال سهيل قلندر د گلبدين حکمتيار سره ځانگړې مرکه کړې چې په ننيو ورځپاڼو کښې خپره شوېده، حکمتيار ويلي دي چې د خبرو اترو او جرگو له لارې د بحران حل کول ، ښه کار دى خو چې واقعيتونه په کښې مراعت شي ، که سيمه ايزه جرگه ددې جرئت وکړي چې ووايي بهرني پوځونه دې د افغانستان څخه ووځي ، بهرنۍ لاس وهنې دې بندې شي ، افغانان دې پرېږدي چې د خپلې خوښې نظام او مشران غوره کړي ، نومونږ يې ملاتړ کوو، خو ددې جرگې جوړښت ته په پام سره ويلى شو چې ښايي ددې جرئت ونه کړي ، ځکه دا هغه دوديزه افغاني جرگه نه ده چې بحران حل کړاى شي ، په دې کښې د جگړې اساسي اړخونه نشته ، او نه د دوى د باور وړ افغانان په دې جرگه کښې ليدل کېږي نو له دې جرگې څخه هېڅ طمعه نه لرو ، حکمتيار زياته کړې چې مجاهدين به څنگه هغه جرگه ومني چې د کابل او اسلام اباد د خوښې څېرې په کښې غړيتوب لري او هغه کسان هم په کښې برخه لري چې تل يې د م جاهدينو مخالفت کړى ، هغه چې تل د اسلام په ضد د اسلام د دښمنانو سره ملگري شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل – کندهار پر لویه لاره تلونکي مسافر د غلو او طالبانو له شتون څخه شکایت کوي", "output": "میرویس جلالزی د کابل – کندهار په عمده لویه لاره چې له میدان وردګو او غزني څخه تیریږي تلونکي مساپر د لاري په ځینو برخو کې د واټ دواړو غاړو ته د شته غلو او طالبانو له شتون څخه شکایت کوي. په دغه لاره تلونکي مسافر وایې چې وسله وال طالبان د حکومتي کسانو او شکمنو هغو قراردادیانو لټون کوي چې له دولت او بهرنیو سرتیرو سره همکاري لري خو غله او سړي تښتونکي بیا له بډایو افغانانو څخه پیسې، موټر او د هغوي سامانونه غلا کوي. مسافر وایې چې دوي نه پوهیږي چې غله څوک اوطالبان څوک دي. د محمد ولي په نامه د قلندي بس ټرانسپورت یو تن موټر چلونکی چې د کندهار – کابل پر لویه لاره تګ را تګ کوي د بینوا ویب پاڼي ته وویل : (( د میدان وردګو د سید آباد، هفت آسیا، شش ګاو او د غزنی په قره باغ، ګیلان، مقر او د زابل په پښ کنده او د قلات څخه بره د غلو او طالبانو ډیري ګروپونه فعال دي او تل مسافر له ستونزو سره مخامخ کوي)). نوموړي وویل چې په یادو سیمو کې د حکومتي پولیسو پوستې هم موجودي دي خو دوي نه پوهیږي چې ولي پولیس د دغو ناقانونیو او غلاوو مخه نه نیسي. ښاغلي ولي پولیس تورن کړل چې له غلو او طالبانو سره اړیکي لري او په دغه کاروبار کې د هغوي شراکت کوي. د غزني ولایت د لویو لارو د ساتني قوماندان د مسافرو دغه ادعاوي چې پولیس له غلو او طالبانو سره اړیکي لري رد کړی. هغه وویل چې په ځينو مواردو کې دښمن سرک ته را خیژي تر څو مسافر په تکلیف کړي خو کله چې پولیس پرې خبر شي دښمن ژر تر ژره له سیمې تښتي او ځان پټوي. د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکو تر اوسه په خپل ولایت کې د دغې عمده لاري د امنیتي وضیعت د ښه والي لپاره داسي اقدام ندی کړی چې مسافر له موجوده ستونزو خلاص شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "راولپنډى کې افغان کډوالو ته د ستنيدوخبره شوې", "output": "د ملګرو ملتونو د سازمان د کډوالو ادارې نن په يوه بيانيه کې څرګنده کړې ، چې پاکستانى چارواکو په راولپنډى کې افغان کډوالو ته د مى د مياشتې تر پايه پورې وخت ورکړى دى ،چې افغانستان ته ستانه شي . چارواکو ټينګار کړى دى چې د نه ستنيدو په صورت کې به په پاکستان کې نورو پنډغاړو ته وليږدول شي .ددغه خبردارى لامل نه دى بيان شوى اودغه پريکړه وروسته له هغه کيږى چې د کډوالوادارې افغان کډوالو ته پيږند پاڼې ورکړي . دغه پيږند پاڼې اجازه ورکوي چې کډوال ٣ کاله پاکستان کې تير کړي . په راولپنډى کې ٧٣٣٥ افغان کډوال اوسيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکلیو وزارت په خوست کې داوبو یوه پروژه بشپړه کړه.", "output": "بینوا ویبپاڼې ته دکلیو پراختیا وزرات له لورې په راغلی خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن دخوست ولایت دمتون ولسوالۍ په رغزي کلي کې یې داوبو درسولو یوه پروژه بشپړه کړې او کار اخیستو ته یې چمتو کړی دوی وايي په دی پروژه یې یو ملیون څلور لکه او لس زره افغانۍ لګولي چې ۲۶۷ کورنۍ ترې ګټه اخیستی شي. دغه راز ددغه وزارت درسنیو دفتر وایي چې همدا نن یې دجوزجان ولایت په درزاب او فیض اباد ولسوالیو کې هم داوبو رسولو دوه پروژې د۲۱۵ کورنیو لپاره په اته او پنځوس زره افغانۍ ګټې اخیستنې ته چمتو کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وزیر اسماعیل خان تاسو د ځان په هکله څه فکر کوئ؟", "output": "ښاغلی قوماندان صیب اسماعیل خان د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزیر سلامونه : له ډیرې مودې را په دې خوا مې ستاسې دنده په فکر کې ګرځي راګرځي اد د ګڼ شمیر دوستانو سره مې هم شریکه کړه خو، ټولو راته مشوره راکړه چې چې نیغ په نیغه پخپله د وزیر صیب څخه پوښتنه وکړه، ځکه ستا پوښتنه یوه معمایي پوښتنه ده او مونږ یې د سم ځواب څخه عاجز یوو.غواړم چې د خپلو هېوادوالو د مشورې سره سم خپله پوښتنه ستاسو سره مطرح کړم هیله مند یم چې قناعت کوونکې ځواب راکړئ. مخکې له دې چې خپله پوښتنه درسره شریکه کړم غواړم چې يو څه معلومات درکړم تر څو د پوښتنې سم ځواب درته اسان شي. ښاغلی قوماندان صیب اسماعیل خان !څو کلونه کیږي چې تاسو د کابل په حکومت کې د برېښنا او انرژۍ د وزیر په توګه دنده اجرا کوئ. څرنګه چې د برېښنا او انرژۍ وزارت یو مسلکي او فني وزارت دی ګڼ شمیر تجربه ل� �ونکي انجنیران په کې په دنده بوخت دي. کیدای شي تاسو ددغه مسلکي کسانو سره په تماس کې یاست. نوموړو انجنیرانو به ضرور تاسو ته د انرژۍ د تولید د زیرمو او سرچینو په هکله معلومات درکړي وي چې زمونږ ګران هېواد افغانستان د برېښنا د تولید لپاره د اوبو پراخه منابع او امکانات لري چې تر اوسه د یادو شوو منابعو څخه د شلو فیصدو څخه کم ګټه اغستل کیږي. که مونږ یوازې د امو، کونړ او هلمند په مستو او ځپاندو سیندونو د برېښنا د انرژۍ بندونه جوړ کړو نو، سربیره د افغانستان څخه د ځینو ګاونډیو هېوادونو د برېښنا د ستونزو په کموالي کې اغیزمن رول لوبولای � �ي.وزیر صیب اسماعیل خان، مسلکي کسانو به دا هم درته ویلي وي چې د یو هېواد د کرنې او صنعت وده پرته د برېښنا د انرژۍ څخه ناشونې ده. له هغې ورځې څخه چې تاسو د برېښنا او انرژۍ د وزارت واک تر لاسه کړی ددې پر ځای چې د افغانستان د برېښنا د ستونزو د لیرې کولو په منظور د برېښنا د انرژۍ د تو لید لپاره د خپلو داخلي پراخو م نابعو څخه د ګټې اغستلو لارې چارې و لټوئ او عملي ګامونه واخلئ بلکې ټول وخت مو د ځینو ګاونډیو هېوادونو څخه د ب� �ېښنا په واردولو او پیرودلو تیر کړ. په ډاګه درته وایم چې د بهرني هېوادونو څخه د برېښنا واردول اقتصادي، مالي او حتا سیاسي زیانونه لري. په دې کار سره له یوې خوا زمونږ طبیعي زیرمې تل بې ګټې پاتې کیږي او د اوس په شان به د هلمند، کونړ او امو د څپاندو سیندونو د اوبو څخه ایران، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ګټه اخلي او له بله پلوه د برېښنا په پیرودلو سره زمونږ اسعار د نورو په خزانو کې لویږي او هم د برېښنا له پلوه په بهرنیو هېوادونو پورې تړل کیږو. که د بهرنیانو خوښه وه برېښنا به راکوي او که نه راباندې قطع کوي به یې، او نرخ به هم هغوۍ ټاکي. وزیر صیب اوریدلي به دي وي چې پردی کټ تر نیمو شپو وي. ښاغلی وزیر صیب! د وزارت مسلکي کسانو خو به دا هم درته ویلي وي چې په افغانستان کې د لمر او باد د انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پراخه امکانات او مناسب شرایط موجود دي خو داسې معلومیږي چې تاسو په دغه هلکه هیڅ سوچ هم نه دی کړې او یا به بهانه کوئ چې مالي توان نلرو ځکه چې تاسو ته به په یاد وي چې دوه کاله د مخه یو سعودي میشت افغان پانګوال غوښتل چې د برېښنا په سکتور کې په ننګرهار کې یو ملیارد افغانۍ پانګونه وکړي خو تاسو جناب د نوموړي غوښتنې ته د افغانستان د ملي ګټو پر ضد داسې منفي ځواب ورکړ چې اوس مونږ د افغانستان د شرق زون لپاره د انرژۍ کوم پلان نه لرو نو کولای شئ د هېواد په شمال کې پانګونه وکړئ. ښاغلی وزیر صیب! ستاسو د کړنو څخه داسې جوتیږي چې تاسو په رښتیا سره هم نه غواړئ چې د برېښنا د انرژۍ د تولید له پلوه افغانستان د خپلو منابعو څخه د ګټې اغستلو په صورت کې په خپل ځان متکي شي. تاسو تل هڅ ه او هاند کړی او کوئ چې د بهرنیو هېوادونو د برېښنا د انرژۍ لپاره دلته بازار مومئ او افغانستان تل پردیو ته اړ او محتاج وساتئ. ستاسو دغه غیر ملي کړنو څخه جوتیږی چې تاسو د افغانستان ملي ګټو په پرتله د بهرنیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ایران، تاجکستان او ازبکستان ګټو ته زیات ژمن یاست. ځکه هېوادوال تاسو د افغانستان د برېښنا د وزیر په توګه نه بلکې د تاجکستان، ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو د انرژۍ د شرکتونو د دد� �ال یا استازي په صفت پیژني. هیله ده چې الله پاک حاضر او ناظر وګڼئ او ریښتینی ځواب راکړئ چې تاسو د ځان په هکله څه فکر کوئ؟ ایا د افغانستان د برېښنا وزیر او که د بهرنیو هېوادونو د برېښنا د شرکتونو دلال او استازی؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايران : دبش دوره ناكامه وه", "output": "تهران دايران دبهرنيو چارو وزير منوچهرمتقي وئيلي دي چې منځني ختيځ ته داولسمشر بش دوره بشپړه ناكامه وه، امريكا كوشش كوي چې دايران اوګاونډيو هيوادونوترمينځه اړيكې خرابې شي خو بش په دې هلو ځلو كښې نشي كاميابيدى داخبرې دايران دبهرنيو چارو وزير منوچهرمتقى الجزيرې تلويزون سره په مركه كښې وكړې اوزياته يې كړه چې دايران اټومي پروګرام ته دګاونډيو هيوادونو بشپړ ملاتړ حاصل دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دوستۍ په اورګاډي كې چاودنه وشوه", "output": "له هند څخه دپاكستان په لور په يو اوركاډي كې چاودنه شوې او په ترڅ كې يي لږترلږه ۶۵ مړ شوي دي .هندي پوليس واي پيښه نن سهار رامنځ ته شوه او دوژل شويو كسانو په ډله كې هغه پاكستانيان هم شامل دي چې له هند څخه پاسكستان ته روان ول.پوليسو سم دلاسه دا چاودنه يو تروريستې عمل وباله. په همدي حال كې دوه په كور كې جوړ شوي بمونو دريل له يو واګن څخه نا چاوديدلي موندل شوي دي. تراسه معلوم نده چې دچاودنو ترشا دچا لاس دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکورنيو او بهرنيو غير حکومتي مؤسسو دقانو ن بشپړه مسوده", "output": "د افغانستان انتقالي اسلامي دولتدکورنيو او بهرنيو غير حکومتي مؤسسو د قانون مسوده 1383 کالدکورنيو او بهرنيو غير حکومتي مؤسسو دقانو ن مسوده لمړي فصلعمومي حکمونه لمړي ماده: ددي قانون هدف د کورنيو او بهرنيو غير حکومتي مؤسسو دجوړولو، ثبتولو، يو څاي کولوِ، لغو کولو، دمالونو دتصفي، د اداري اوصولو تاکل، دکارونو، مکلفيتونو او دحقونو تأمينول دافغانستان داساسي قانون او په هيواد کي د بين المللي منل شويو قوانينو په رڼا کي دي.دوهمه ماده: کورني او بهرني مؤسسه عبارت د داسي غير انتفاعي، غير سياسي، غير پوځي، او غير تجارتي مؤسسي څخه ده چي تردي وروسته به ورته مؤسسه ويل کيږي.دريمه ماده: لاندي اصطلا حګاني په دغه قانون کي داسي معناوي لري: 1- غير حکومتي مؤسسه عبارت داسي مؤسسي څخه ده چي په هيچ دولتي ارګان پوري اړه ونلري. 2- غير حکومتي مؤسسه داسي مؤسسه ته ويل کيږي چي د حقيقي يا حکمي افغان لخوا دقانون په اساس جوړه شوي او فعاليت وکړي. مؤسسه کولاي شي په نورو هيوادو نو کي هم فعاليت وکړي.3- بهرني غير حکومتي مؤسسه داسي يوي مؤسسي ته ويل کيږي چه د حقيقي يا حکمي شخص لخوا په بهرکي ديوه بهرني هيواد لخوا چه افغانستان ئي په رسميت پيژندلي وي جوړه شوي وي فعاليت کولي شي په داسي حال کي چه دهمغه هيواد قانون دافغانستان دانجوګانو دقانون سره مغايرت ونلري.4- غير انتفاعي موسسه داسي موسسي ته ويل کيږي چه هدف يي خلکو ته مرسته رسول وي او ټول دولتي غير دولتي کورني او بهرني شخصي او رسمي ځانګړي او دليزي مرستي د افغانستان د اړو خلکو په واک کي ورکړي.الف: دنوموړو مرستو څخه هر ډول مستقيمه يا غير مستقيمه شخصي ګټه وړنه که د مؤسسينو لخوا وي يا مديره هئيت لخواوي که دمؤسسي غړي وي او يا مرسته کوونکي وي خپلواني وي او يا نور اړوند اشخاص وي په هر نوم چي وي اجازه نلري او جزائي جر م ګڼل کيږي.ب: د نوموړو کمکونو څخه د هر ډول ناوړه کار اخستني په هر نوم چه وي غير قانوني ګنل کيږي بايد د قانون په رڼا کي تعقيب شي.5- غير سياسي موسسه داسي موسسي ته ويل کيږي چه هيڅ ډول مستقيم او غير مستقيم سياسي فعاليت و نلري.الف: هيڅ خيريه موسسه په ګوندي ،تنظيمي او سياسي چارو کي برخه نشي اخستلي.ب: په مستقيم او غير مستقيم ډول په ګوندي ، تنظيمي او نورو ډليزو سياسي چارو کي هم برخه نشي اخستلي او هم د کوم سياسي رهبر او کانديد څخه ملاتړ نشي کولي.ج: په هيڅ سياسي فعاليت او انتخاباتي مبارزه کي د کوم ګوند ، تنظيم،حرکت او کانديد څخه مادي او معنوي مستقيم او غير مستقيم ملاتړ نشي کولي.6- غير پوځي مؤسسه داسي مؤسسي ته ويل کيږي چه هدف ئي دوسلو مهماتو جوړول، پيرودل او پلورل وارد ول، صادرول او اشخاصو ته پوځي او نيمه پوځي روزنه او په تروريستي فعاليتونو کي برخه نه اخستل او دهغوي څخه مادي او معنوي ملاتړ ونکړي.الف: مؤسسه نشي کولي چه پوځي او نيمه پوځي قوت ولري.ب: دمؤسساتو او دهغوي دکارکونکو ساتنه دامنيتي ارګانونو په غاړه ده.ج: که مؤسسه د ضرورت په صورت کي د دولت څخه دخپل امنيت ساتني لپاره غوښتنه وکړه او د دولت د جواب د نه ورکولو په صورت کي کولي شي شخصي شرکت ته وړانديز وکړي او دنو موړي امنتي شرکت دقوي د استخدام په اړوند په ډير لږوخت کي دکورنيو چارو وزارت ته په ليکلي توګه خبر ورکړي او دنوموړي وزارت سوالونو ته ځواب ورکړي.د: خصوصي امنيتي شرکت بايد قانون اجازه ليک ولري او دافغانستان دقانوني سره سم کار وکړي.7: غير اقتصادي مؤسسه هغي مؤسسي ته ويل کيږي چه د هيڅ ډول مخدراتي توکو توليدولو او خرڅولو کي لاس ونلري. خلکوته په وړيا توګه خدمت وکړي او کوم خصوصي شرکت او اقتصادي پروژه اجرأ نکړي. الف: دغير حکومتي مؤسسو دهغي دفلسفي او طبيعت مطابق سره سم خلګو ته دخيريه مرستو رسول دي اونه داچي د اقتصادي پروژو به اخيستلو کي داوطلبي وکړي.ب: د پروژو د اخيستلو په داوطلبيوي کي غير حکومتي مؤسسه دخصوصي شرکت سره سيالي کول پخپل ذات کي غير عادلانه او غير منطقي ده. ځکه چي غير حکومتي مؤسسه د تکس، مالياتو، او ګمرکي مصارفاتو څخه معاف ده.8- غير تجارتي مؤسسه هغه مؤسسه ده چي هدف ئي دنشه ي توکو ليږدول را ليږد ول او نور مالو او شيانو او نقليه واسطو دخپل ځان او نورو لپاره دخرڅون په مظور نوي.څلو رمه ماده: د مؤسسي مادي او مالي زيرمي عبارت دي له دولتي، غير دولتي مرستو، حق العضويتونو، چندو، سوغاتو، ترکو، اوسبسايديګانو څخه.پنځمه ماده: ټولي دولتي او غير دولتي مرستي دمؤسساتو سره دمستقيمو مالياتوڅخه معاف ګڼل کيږي. دوهم فصلد داخلي مؤسسو جوړول شپږمه ماده: هر حقيقي يا حکمي افغان يواځي يا دنور حقيقي يا حکمي اشخاصو سره په ګډه حق لري چي په لاندي شرايطو سره داخلي مؤسسه جوړه کړي.1- حقيقي شخص بايد قانوني عمر پوره کړي وي.2- حکمي شخص بايد د قانون سره سم په اړونده مرجع کي ثبت شوي وي.3- د دولت رئيس، مرستيالان، وزيران، معيينان او دمستقلو ادارو او کميسيونو رئيسان او دهغوي دکورني غړي دموسسي دجوړلو حق نلري.4- حکمي شخص بايد په پور ته نومول شوو اشخاصو او دهغوي په کورني پوري تړاو ونلري.5- دکورنيو او بهرنيو قضائي ارګانونو لخوا په جزاء محکوم نه وي.6- دکار او تولنيزو چارو وزارت کارکونکي نه وي. دريم فصلدمؤسسي اساسنامه اوومه ماده: هره کورني او بهرني مؤسسه بايد اساسنامه ولري.اتمه ماده: اساسنامه بايد چي د افغانستان د اساسي قانون او په افغانستان کي د بين المللي پيژندل شويو قوانينو، او دمؤسسي پرنسيپو نو او اساساتو سره په مخالفت کي و نه اوسي.نهمه ماده: دمؤسسي نوم او مخفف، پوستي پته، ايمل او دمؤسسي دتليفون نمره دمديره هيئت غړي او دهغوي دفعاليت ډول بايد په اساسنامه او مکتوبونوکي په واضحه توګه ذکر شوي وي.لسمه ماده: دمؤسسي بانکي حساب او دبانک پته په مکمل ډول په اساسنامه کي بايد ذکر شوي وي.1- دمؤسسي رئيس يا مرستيال دبانکي حساب دپرانستلوواک لري. 2- ټولي مالي او حسابي چاري دهمدي بانکي حساب له لاري اجراشي.3- دپيسو راکړه ورکړه درئيس، مرستيال په لاسليک دمالي مسؤل په حساب داري سرته رسيږي.يوولسمه ماده: دمؤسسي تشکيلاتي ترکيب بايد په اساسنامه کي واضح وي هره مؤسسه کم ترکمه يوه مجمع او مديره هئيت لري.الف: عمومي مجمع د تصميم نيو لو لوړ مقام دي.1- عمومي مجمع دمؤسسي دټولو غړو څخه تشکليږي.2- دمؤسسي هر غړي يوازي ديوي راي حق لري تصميم د عمومي مجمع دحاضرو غړو درايو په اکثريت سره نيول کيږي دمجمع هر غړي په يوازي يا ډله يزه توګه خپل نظر او وړانديز غونډي ته وړاندي کولي شي.3- راي ورکول آزاد مستقيم او پټ دي.4- عمومي مجمع په کال کي يوځل غونډه کوي دفوق العاده غونډي جوړيدل د اکثريو غړو دليکلي غوښتي په اساس ديوي مشخصي موضوع په هکله هر وخت امکان لري.5- لمړي عمومي غونډه يوکال وروسته دمؤسسي له ثبت، څخه جوړيږي درئيس ترټاکلو پوري دمجمع يومشر غړي دغونډي مسؤليت لري موقت مشر کولاي شي چه خپل مرستيال اومنشي وټاکي عمومي مجمع درايو په اکثريت سره دغونډي رئيس، مرستيال اومنشي ټاکي.6- دمؤسسي مديره هئيت بايد دعمومي غونډي دجوړيدلو نيټه، ساعت، ځاي او اجندأ وټاکي او يوه مياشت مخکي ټولو غړو ته خبر او غونډي ته بلنه ورکړي.7- عمومي مجمع دلاندنيو واکونو در لودونکي ده:الف: داساسنامي تصويبول.ب: دمديره هئيت په پشنهاد دغونډي داکثرو غړو په رايو سره په اساسنامه کي تغييرات او تعديلات راوستل.ج: دموسسي ړنګول، يوځاي کول، اوجلاکول دمؤسسي دمديره هئيت په غوښتنه او دمجمع داکثرو غړو په رايو سره صورت نيسي.د: دمؤسسي دپالسي او ستراتژي تصويبول دمديره هئيت په وړانديز او دمجمع درايو په اکثريت صورت مومي.ذ: دمديره هئيت دغړو ټاکل تبديلول او ګوښه کول دموسسي درئيس په پيشنهاد او د مجمع دغړو په اکثريت صورت نيسي.ر: دکلنيو کاري راپورونو اومالي ګذارشو نو څيړل او تصويبول.ز: دغړي توب د حق څخه بي برخي کول د مديره هئيت په واړنديز او دعمومي مجمع درايو په اکثريت صورت نيسي.س: دهغو فيصلو تصويبول چه دمديره هئيت لخوا دمؤسسي د ثبت څخه مخکي نيول شوي وي ص: دمؤسسي د مالي پانګي تصويبول.ب: مديره هيئت عبارت دي له رئيس، اداري رئيس او مالي چارو د رئيس څخه. 1- دمؤسسي رئيس دلومړني عمومي مجمع تر غونډو پوري دمديره هئيت دغړو دټاکلو، بدلولو او ګوښه کولو واک لري.2- مديره هئيت د مؤسسي د اداره کولو او دعمومي مجمع د پريکړو دعملي کولو واک او مسؤليت لري.3- مديره هئيت په اوني کي يوځل درئيس يا دمرستيال تر مشري لاندي غونډه کوي د مديره هئيت فوق العاده غونډه د مديره هئيت د دوو غړو په غوښتني سره هر وخت جوړيدلي شي. 4- دمديره هئيت د غونډي اجندآ، ځاي، نيټه، اوساعت درئيس يا مرستيال لخوا دوه ورځي مخکي خبر ورکول کږي.5- دمديره هئيت هر غړي يوازي د يوي راي حق لري تصميمو نه درايو په اکثريت نيول کيږي. 6- دمديره هئيت غړي يو دبله سره بايد کورني اړيکي ونلري.7- دمؤسسي رئيس دنورو خلکو سره حقيقي او حکمي نماينده دي ا دهغه د غيابت په صورت کي نوموړي واک دهغه مرستيال لري.8- هر ډول قرادا دونه او معاملي که په شفاهي يا تحريري ډول سره دموسسو او يا نورو حقيقي يا حکمي اشخاصو سره چه دمديره هئيت شخصي يا کورني ګټي پکي مستقيم يا غير مستقيم ډول سره نغښتي وي غير قانوني ګڼل کيږي.9- دموسسي مديره هئيت او خصوصاَ دهغي رئيس دسالمي اداري او په شفاف ډول د حساب ورکولو او دمؤسسي دمنقولي او غير منقولي داراي څخه د قانوني استفادي واک او عمومي مجمع او دولت ته مسؤليت لري.10- دمؤسسي ټوله منقوله او غير منقوله شتمني دمؤسسي ملکيت دي دمؤسسي دغړو او د هغوي دکور نيو لخوا نوموړي شتمني څخه شخصي ګټه اخيستنه يو غير قانوني عمل دي. دوولسمه ماده: که چيري دمؤسسي دفعاليت وخت په اساسنامه کي ټاکل شوي نوي مؤسسه کولاي شي تر نامعلومي مودي پوري خپل فعاليت ته دوام ورکړي. ديار لسمه ماده: اساسنامه بايد روښانه او په واضح توګه ذکر کړي چه:1- که چيري د مؤسسي نوم او شکل تغيير وکړي او په نوي نوم باندي ثبت شي دپخواني مؤسسي دحقوقو او مکلفيتو نو وارث ګڼل کيزي.2- دڅو مؤسسو ديوځاي کيدو وروسته نوي ثبت شوي مؤسسه د پخوانيو ټولو يوځاي شويو مؤسسو دحقوقو او مکلفيتو نو وارث ګڼل کيزي.3- دغير حکومتي مؤسسو يوځاي کيدل دغير حکومتي سازمان، دولتي ارګانونو، او خصوصي شرکتو نو سره غير قانوني بلل کيږي.4- که چيري يوه مؤسسه په دوو يا څو برخو وويشل شي د دوي ترمنځ بايد يو مخکني قرار داد موجود وي چه دحقوقو دثابتولو او حل کولو لاره پکي روښانه وي. څورلسمه ماده: د پورتنيو مادو څخه پرته کيدلاي شي چه نوري مادي هم په اساسنامه کي اضافه شي پدي شرط چي د دي قانون، د افغانستان د اساسي قانون او په افغانستان کي دنورو پيژ ندل شويو بين المللي قوانينو سره په تضاد کي ونه اوسي. څلورم فصلدمؤسسي ثبت پنځه لسمه ماده: د مؤسسي ثبت هغه سند دي چه مؤسسي ته حقوقي هويت ورکوي ددي سند څخه يوه ورځ وروسته په رسمي جريده کي تصديق نامه نشر او حقوقي هويت پيژندنه ترلاسه کوي پدي صورت کي مؤسسه د افغانستان په هر ځاي کي پرته دکومي فورموليتي خپل فعاليت پيل او د ضرورت په صورت کي خپل ساحوي دفترونه پرانستلاي شي.شپا ړسمه ماده: يوازي دکار او ټولنيزو چارو وزارت (چه تردي وروسته پدي قانون کي وزارت په نوم ياديږي) او ددي وزارت ولايتي رياستونه دمؤسسو دثبت قانوني واک لري. پنځم فصلدکورني مؤسسي د ثبت شرطونه اووه لسمه ماده: مؤسسه ددي قانون او دهغي د دوهم فصل سره سمه بايد جوړه شوي وي.اته لسمه ماده: مؤسسه بايد ددي قانون اوخاصتاَ داول اودريم فصل سره سمه يوه اساسنامه ولري. شپږم فصلدکورني مؤسسي د ثبت پروسه نولسمه ماده: دمؤسسي رئيس دخپلي مؤسسي دثبتولو دغوښتنليک واک لري.1- غوښتنليک بايد د افغانستان په يوه رسمي ژبه ليکل شوي وي.2- غوښتنليک دمؤسسي د رئيس په لاسليک او بايد نيټه ولري. شلمه ماده: دمؤسسي رئيس دخپل د ثبت غوښتنليک او داساسنامي کاپي د مؤسساتو د ثبت رياست ته رسماَ وسپاري او رسيد ترلاسه کړي. يويشتمه ماده: که چيري مؤسسه په ولايتو يا ولسوالي کي جوړه شوي وي د ثبت غوښتنليک ديوي کاپي اساسنامه سره دوزارت ولايتي رياست ته وسپاري او رسيد ترلاسه کړي.دو ويشتمه ماده: د رسيد پاڼه بايد نيټه او د واکمن کار کونکي لاسليک ولري.درويشتمه ماده: دمؤسساتو د ثبت رياست او يا د وزارت ولايتي رياست مکلفيت لري چي په دريو او نيو کي دننه دمؤسسي په اسنادو غور او اجراات وکړي. څلور ويشتمه ماده: د مؤسساتو د ثبت رياست او د وزارت ولايتي رياست دنورو ادارو دمداخلي پرته دثبتولو او يانه ثبتولو واک لري. پنځه ويشتمه ماده: د وزارت د ثبت رياست او يا ولايتي رياست دغوښتنليک دمنلو په صورت کي بايد دثبت د رياست رئيس او يا د ولايتي رياست د رئيس په لاسليک باندي دثبت پاڼه ورکړي. شپږ ويشتمه ماده: دمؤسسي رئيس وظيفه او مسؤليت لري چه نوموړي ثبت پاڼه په رسمي جريده کي خپره کړي.اوويشتمه ماده: پورتني د ثبت کولو او يا نه ثبت کولو پريکړه دهغي د پوره دلايلو سره او د نوي غور کولو د مرجع په ښودلو سره په ليکلي ډول مؤسسي ته خبر ورکړي.1- خپل تصميم د رسمي سند په مقابل کي دمؤسسي رئيس ته وسپاري.2- په نوموړي تصميم ليک کي بايد په ليکلي او روښانه توګه دنه ثبتو لو علتونه دراتکونکي غور مرجع روښانه کړي. 3- د دي قانون خصوصاً د 1،2،3 فصلونو د شرايطو نه مراعات ول دنه ثبتولو مهم دليل کيدلاي شي.اته ويشتمه ماده: که چيري دمؤسسي رئيس دثبت رياست او يا ولايتي رياستو نو په فيصله قناعت ونلري دوزارت حقوقي صلاح کار مکلف دي چه غوښتنليک د موسسي اساسنامه او دنوموړو رياستو نو تصميم ليک باندي د دوهم ځل لپاره غور وکړي.نهه ويشتمه ماده: د وزارت حقوقي صلاح کار بايد د دو او نيو په دننه کي په دي هکله فيصله وکړي.دير شمه ماده: د وزارت دحقوقي صلاح کار د فيصلي څخه وروسته په يوه اوني کي دثبت رياست او په دوو اونيو کي ولايتي رياست د تصديق نامي د لاسليک واک لري.يو دير شمه ماده: که چيري د وزارت حقوقي صلاح کار نوموړي غوښتنليک ردکړي بايد خپل تصميم د دلايلو سره او د راتلونکي مرجع په ښودلو سره رسماَ د مؤسسي رئيس ته خبر وکړي.دوه ديرشمه ماده: که چيري د مؤسسي رئيس په نوموړي فيصله باند قناعت ونلري کولاي شي چه محکمي ته عارض او د وزارت په تصميم باندي د قضائي غوړ غوښتنه وکړي.دري ديرشمه ماده: د محکمي ورستني پريکړه د جاري قانون په اساس د اجرا وړده.څلور دير شمه ماده: که چيري دثبت رياست لخوا په دريو اونيوکي دننه او يا د وزارت د حقوقي صلاح کار لخوا په دوو اونيو کي د ننه د مؤسسي دثبت په غوښتنليک باندي غور ونشي مؤسسه ثبت شوي شميري کيږي پدي صورت کي وزارت مجبوردي چي د تصديق پاڼه ورکړي.پنځه دير شمه ماده: څارنوالي کولاي شي چي دهر حقيقي يا حکمي افغان يا خارجي چي شرعي او قانوني ګټه ولري دمؤسسي د لغوي يا د نوم دبدلولو په هکله غوښتنليک محکمي ته وسپاري. شپږ دير شمه ماده: هغه مؤسسات چه دپخواني قانون په اساس ثبت شوي وي کولاي شي په دوو مياشتو کي دخپلو مؤسسو د نوي ثبت غوښتنه وکړي. اووهم فصلدبهرني مؤسسي د ثبت شرطونه اوه ديرشمه ماده: بهرني مؤسسه بايد دهغه مملکت د قانون په اساس تأسيس شوي وي چه د افغانستان سره ديپلوماتيکي اړيکي ولري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په نورستان کې دولایتي بیارغونې مرکز پرانستل شو.", "output": "نن دنورستان ولایت په نورگرام ولسوالۍ کې دناټو په مشرۍ دائتلاف ځواکونو دولایتي بیارغونې ټیم یا PRT مرکز پرانیست دناټو ځواکونو قوم ندان دیوید ریچردز، کابل کې دمتحدو ایالاتو سفیر رونالد نیومن او دنورستان والي تمیم نورستاني دپرانیستنې په غونډه کې برخه لرله، ریچردز وویل په ناامنه ولایت کې ددې مرکز پرانستل دسولې په لار کې مثبت گام دی. نیومن په خپلو خبرو کې وویل متحد ایالات به له دغه ولایت سره دښوونځیواو سړک جوړولو په پروژ کې مرسته وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د ايران او روسيې په لومو کې", "output": "په دې وروستيو کې د روسيې جمهور � �ييس ولادمير پوتين د مسکو راډيو له لارې په ډاګه کړه چې د افغانستان د نجات لپاره يوازينۍ وسيله متحده ملي؟ جبهه ده او زياته يې کړه چې زه هم د دغه جبهې ملاتړ کوم. نوموړې جبهه له پيله د تاريخ ځپلو، اسلام ځپلو، کمون ځپ� �و او متعصبو فاشستانو هغه سياسي معجون دى چې د طالبانو لپاره د ستراتيژيکو موخو د جوړولو او هغوى ته د م� �ورو ورکولو په موخه د ايران او روسيې له خوا په جوت مالي ملاتړ رامنځ ته شوه. تر دې مهاله ملت دومره باور نه درلود چې دا به د ايران او روسيې ګوډاګي وي، خو وروستۍ پېښې په ډاګه کوي چې دوى په نېغ ډول د افغان دولت په ضد طا� �بانو ته عملي او تبليغاتي مشورې ورکوي. لومړى د روسيې د ولسمشر خبرې د دې څرګندوى دي چې دوى د روسيې او ايران د موخو ساتونکي دي. دويم د اختر په ورځو کې د ملاعمر هغه غوښتنه چې د ګاونډيو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې د به� �نيانو په ايستلو کې ورسره مرسته وکړي د دغه جبهې له موخو او مشورو څخه ګڼل کيږي. کارپوهان په دې نظر دي چې د متح دې ملي؟ جبهې او آى اس آى اداره د افغانستان د تجزيې لپاره لاس سره يو کړى او په دې وروستيو کې د طالبانو م طبوعاتي خبرې او جګړه ييزه ستراتيژي د دوى له خوا جوړه شوې او وخت په وخت يې ورته نوې کوي. له طالبانو سره د خبرو اترو هغه رپوټ چې د انګلستان مطبوعاتو خپور کړ او د طالبانو شرطونه پکې په ډاګه شوي وو ټول د متحدې ملي؟ جبهې تبليغات وو چې په مطبوعاتو کې يې د هېواد د تجزيې لپاره عامه افکار اغوا کول. ويل کيږي چې دا ډول خبرې او پيغامونه د ولسمشر حامد کرزي په مطبوعاتي دفتر کې د سيامک هروي، داوود زي او همايون حميدزاده له خوا ترتيبيږي او په خاص تدبير د طالبانو ترنامه لاندې مطبوعاتو ته ورکول کيږي چې وروسته يې طالب وياندان هم نه تاييدوي او ټولې خواووې او منځګړي يې ردوي. ولسمشر کرزى لا خوب وړى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير يې هم ويده دى، فرهنګي مشاو� �ين يې هم د شتر مرغ په څير دواړې خواوې خوري، هم وايي چې ملي فکر ته کار کوي او هم د متحدې ملي ؟ جبهې د نفوذ په اړه ولسمشر ته مشوره نه ورکوي چې په دې اړه تجديد نظر وکړي. شترمرغ ته هم چې ووايې چې بار يوسه وايي زه مرغه يم، چې و� �ته ووايې چې والوزه نو وايي چې اوښ يم. د کرزي صاحب فرهنګي مشاورين هم د شترمرغانو له حيثيت څخه ډېر څه نه لري. هېواد اوسمهال د تاريخ ډېرې حساسې شيبې بشپړوي، په دغه حساسو شيبو کې که ټولو ټولنيزو، مذهبي، ژبنيو، قومي او سنتي نزاکتونو ته پام ونه شي، دا نظام به هم د ډاکټر نجيب الله د نظام په څير را وپرځيږي. له طالبانو سره اوسنۍ خبرې اترې او د ډاکټر نجيب الله د ملي مصالحې خبرې اترې ډېرې سره ورته دي. د پوتين او بوش تر منځ تسليحاتي کړکيچ د تير ساړه جنګ تکرار نه بل څه نه دي. د ولسمشر مطبوعاتي دفتر يو له هغو ادارو څخه دى چې د حکومت محرم اسرار له ځان سره لري. خو په دې اړه ولسمشر او نړيواله ټولنه له پوره بې پروايۍ څخه کار اخلي. د بېلګې په توګه سيامک هروي چې افراطي نشنلست، شعله يي، د متحدې ملي؟ جبهې مطبوعاتي همکار، د ايران جاسوس او د افغانستان د تجزيې د فکرې خاوند دى د کرزي صاحب د وياندانو له جملې څخه ځينې وخت مطبوعاتو ته څرګندونې کوي. نوموړى هېڅ کوم مطبوعاتي تحصيل او کاري تجربه نه لري، دوولس صنفه يې ښوونځى لوستى، وروسته يې څلور کاله فارمسي لوستې، بيايې په تاجکستان کې د � �واني تبليغاتو په څانګه کې زده کړه کړې، چې هماغه وخت يې د روسانو له استخباراتي سرچينو سره اړيکې ټينګې کړې دي. نوموړۍ د مطبوعاتو په برخه کې هېڅ ډول علمي او اکاډميک اسناد نه لري، نو د مطبوعاتو اهل هم نشي بلل کېداى. � �ير وخت يې په ده افغانانو کې درملتون درلود، وروسته د اوسني رژيم په راتګ سره د حفيظ منصور له خوا مطبوعاتي ډګر ته داخل شو، د انيس د ورځپاڼې عکاس شو او بيا يې مسوول مدير وټاکل شو، له هغې وروسته د شعله يانو د ليډر اسپنتا د مشاوريت پر مهال د ولسمشر په مطبوعاتي دفتر کې په کار وګومارل شو. د ده دغه ټول کاري پرمختګ د جاسوسۍ، شعله يي اړيکو او افراطي نشنلستۍ له خاطره د دې سبب شو چې د دولت په مغز کې پاتې شي. د حيرانۍ خبره ده چې ولسمشر به د داسې کسانو ترڅنګ په راتلونکو انتخاباتو کې له ملت څخه د رايې ورکولو تقاضا هم لري. سيامک هروي، داوود زى، همايون حميدزاده او نور ورته عناصر ټول هغه کسان دي چې نن يې د ولسمشر کرزي څنګ ډک کړى، د جمهور رييس هره مشوره د دا ډول کسانو سره شريکه ده چې په هماغه وخت کې د روسيې او ايران تر استخباراتي ادارو پورې رسيږي. د حيرانۍ خبره خو دا ده چې د ولسمشر وياندان د هېواد په ملي او رسمي ژبو باندې ګړېدى هم نشي سيامک هروي يو ټکي پښتو هم نشي ويلي او د ولسمشر د وياند د معاون په پست په کار ګومارل کيږي، همدا شفافيت دى، همدا د کار سپارل دي د کار اهل ته. پارلمان هم په دې اړه هېڅ غور او کتنه نه کوي. د طالبانو د رهبري شورا غړي يوه خبريال ته په ټليفون په ډاګه دا ويلي وو چې سيامک هروي د ولسمشر له دفتر څخه نېغ په نېغه له موږ سره اړيکه لري او همداراز زموږ او متحدې ملي ؟جبهې ترمنځ اړيکې ټينګوي. خو دا هغه څه دي چې د هېواد د ملي امنيت له خوا بايد وپلټل شي. بدبختانه چې هغه هم د متحدې ملي ؟ جبهې په لاس کې دى او دا ډول څېړنې ناشونې دي. د هېواد ملي پوليس او ملي امنيت د دښمن په ماتې کې تر ټولو اړين ارګانونه دي خو په تبليغاتي جنګ کې د ولسمشر دفتر هم يوه مهمه جبهه ده، خو په ډېر تاسف دا درى واړه ارګانونه د داسې ايتلاف په لاس کې دي چې د روسيې او ايران لپاره کار کوي او په سيمه کې افغان دولت بدناموي. په دې اړه که ولسمشر او نړيواله ټولنه په قاطع ډول جدي پاملرنه ونه کړي ژر ده چې له داسې ستونزو سره به مخ شي چې د هغو جبران کول به بيا ناشوني وي. په دغه درى واړه ارګانونو کې دې ولسمشر تجديد نظر وکړي او له سره دې د ملي فکر خاوندان چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره ژمن وي په کار وګوماري ګني دولت به د ډاکټر نجيب الله د دولت په څير نسکور شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اندونیزیا: د بیړۍ د ډوبیدو په پیښه کې ۱۹ افغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ", "output": "مي� �ويس جلالزی د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت ومنله چې په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د یوې کوچنۍ بیړۍ د ډوبیدو په پیښه کې ۱۹ افغانان وژل شوي او ۱۶ نور له دغې پیښې ژوندي ژغورل شوي دي.د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمدزاهدفقیري وویل چې دغو افغانانو غوښتل له اندونیزیا څخه د سمندر له لاري په ناقانونه توګه اسټرالیا او نوي زیلاند ته ځانونه واړوي.فقیري وویل چې د دغو افغانانو بیړۍ پورن په اوبو کې ډوبه شوه او د ژغورني ډلي لا هم د هغه یوه کس د موندلو لټون کوي چې تر اوسه ورک دی.ویل کیږي چې مړه شوي ټول افغانان په اندونیزیا کې خاورو ته سپارل شوي او دلیل یې دا وو چې سمندري کبانو د دغو افغانانو د بدن ډیري برخي خوړلې وي او افغانستان ته د دغو مړو د انتقال شونتیا موجوده نه وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ترافيکو پيښو کي ١٧ تنه مړه سول", "output": "احمد لودين دهيواد په دريو ولايتونو کاپيسا، جوزجان او بدخشان ولايتونو کي په بيلابيلو ترافيکي پيښو کي ١٧ تنه مړه سوي دي د جوزجان تراقيکي چارواکي وايي چې تېر ماښام شپږ بجې دشبرغان- ميمنې دلويې لارې په اوږدو کې په خواجه دوکو ولسوالۍ کې دکورولا او سراچې موټر د ټکر کېدو له امله ١٠ کسان مړه او ٤ ټپيان سوي دي.په يوه بله ترافيکي پېښـه کې په بدخشان ولايت کې ٥ پنځه تنه مړه او ٤ تنه ټپيان سوي دي.دشکاشم ولسوال اختر محمد وايي، چې تېر ماښام يو پيک موټر د تاجکستان پولې ته څېرمه له غاران کلي څخه د شکاشم مرکز ته روان و، چې د سړک د خراب والي له امله له کنترول څخه وتلى او آمو سيند ته لوېدلى دى.په يوه بله ترافيکي پېښه کې د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې دوه ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.د نجراب ولسوال وايي، چې پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته سوه چې دوه موټرسايکل سواره کسان د نجراب په شيرواني بازار کې له يو ولاړ ډينا موټر سره ټکر او دواړه مړه سول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كابل كي د ناتو دري سرتيري ژوبل شول", "output": "دا سرتيري د كابل په خيرخانه سيمه كې نن سهار ژوبل شوي دي. د فرانسي خبري آژانس ته د ايساف قواوو يو وياند د پيښي تايد كړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ولسمشر د ټاكني په اړه د ترکيې د پارلمان لومړى ګام", "output": "د ترکيې پارلمان د دغه هېواد په اساسي قانون کې بدلون چې د ولسمشر ټاکل به د خلکو په مخامخ رايو شونى کړي له لومړي تصويب تېر کړى دى. اوس م هال د ترکيې ولسمشر د پارلمان په وسيله ټاکل کېږي.د ترکيې د ودې او عدالت واکمن ګوند د مخالفو ګوندونو د سياستمدارانو په وسيله د بهرنيو چارو د وزير عبدالله د نومولتوب له بندولو وروسته د اساسي قانون سمون وړانديز مطرح کړ. خو مخالفان وايي اوس مناسب وخت د دغو بدلونو لپاره نه دى.د ترکيې د ولسمشرۍ د مخامخ ټاکنو د ترسره کولو طرحه بايد د پارلماني رايي اچونې له يوه بل پړاو او احتمالا له يوه ټول پوښتنې تېر شي او بيا د و� �وستي منلو لپاره د دغه هېواد د اوسني ولسمشر لاسليک ته ورسېږي.د ترکيې د بهريو چارو وزير عبدالله د يکشنبې په ورځ په پارلمان كي د دوهمې رايي اچونې له ناکامي سره د ولسمشرۍ لپاره له نومولتوب څڅه ډډه وکړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ځانمرګي بريد په کندهارکې ٨ پوليس ټپيان کړل", "output": "د کندهار د نيش په ولسوالۍ کې پرون ١١ نيمې بجې د يو ځانمرګي بريد له امله ٨ تنه دولتى پوليس ټپيان او په خپله ځانمرګی وژل شوی دی . د ټپيانو څخه ٣ تنه يې د کندهار مرکزي روغتون ته ليږدول شوي . کندهار کې امنيتي چارواکوا له بينوا سره دبريد پخلی کړی دی او وايى چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې په يوه موټر سايکل سپاره هڅه کوله د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي . پوليسو پرې ډزې وکړې او چاودنه رامينځ ته شوه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "روسیه: له ناټو سره دخپلو اړیکو د ښه کولو په لټه کې دي", "output": "میرویس جلالزی مسکو په دې لټه کې دی چې له ناټو تړون سره خپلي اړیکي بیرته ښي کړي.دغه ټکی په ناټو کې د روسیې استازي � �وګوزینو نن دجمعې په ورځ مسکو کې میشتو خبریالانو ته د یوه ویدیويي کنفرانس له لاري څرګند کړ.نوموړي وویل چې له ناټو تړون څخه د ګرجستان تر لانجې وروسته د روسیې د دوو دیپلوماتانو شړل او بر عکس یې باید د مسکو او تړون تر منځ اړیکي خرابي نه کړي او دوي به هڅه وکړي چې بیاځلي روابط پیاوړي کړي.نوموړي دا هم وویل چې په ګ� �جستان کې د ناټو تړون وروستي پوځي عملیات ښایې د مسکو او ناټو تړون تر منځ د اړیکو د خرابولو لپاره یوه دسیسه وي خو مسکو په دې برخه کې په احتیاط ګامونه پورته کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روهي ادبي بهير ۶۸مه غونډه جوړه شوه", "output": "د روهي ادبي بهير ۶۸مه اونيزه غونډه د � �وان لمريز كال د چنګاښ پر ۲۸مه، ماځيګر پر ۵:۳۰ په كندهار كي د افغان علمي او كلتوري مركز په انګړكي سرته ورسېده.د پيل خبري يې د مختاراحمد انتقام په غاړه وې نوموړي د ارواښاد كانديد اكاډمېسين استاد م حمدصديق روهي د تلين يادونه وكړه چي په خوست كي د فرهنګيانو لخوا ولمانځل سوه، ده وويل چي بايد روهي بهير چي د استاد روهي په نوم ياد هم دى د هغه كاليزه لمانځلې واى، انتقام غوښتنه وكړه چي بهير دي په راتلونكي كي د هيواد د سترو وياړلو کسانو لمانځني نه هيري وي، همدارنګه ده وويل چي بهير اوس مهال ډېر پېژندل سوى او خ� �ك ورته هيلي لري ده زياته كړه چي ملګري د بهير د منظموالي په اړه خورا ډېر څه وايي خو عملي بڼه نه سي وركو� �اى همدا يې د افغانانو د ستونزو مور وبلله چي خبري كوي خو عملي كوي يې نه.تر دې وروسته انتقام د تيري اونۍ � �اپور هم واوراوه چي د ګوتنيوني څه په كي پاته وه.د احمد فرزان په خبره چي په راپور كي ځني اصطلاوي سمي نه كا� �وېږي لكه ((په تړاو وويل))، ((په دې خوښ و)) د نوموړي له اند چي سمي بڼي يې داسي دي لومړۍ اصطلاح ((سره په تړاو وويل)) دويمه اصطلاح ((خوښي څرګنده كړه)) د ده بله نيوكه د عبدالاحمد محمديار پر دې خبره وه چي په راپور كي ياده سوې وه چي (( په كيسه كي ژور فكر مهم نه دى)) نوموړي وويل چي دا خبره سمه نه ده او راپور يې وستايه.ښاغلي محم ديار راپور ښكلى وباله د فرزان د نظر پخلى وكړ، خو ده وويل چي ما دا خبره نه ده كړې او زه اوس وايم چي په كيسه كي ژور فكر مهم دى.د عبدالغني ګلپال غوښتنه بيا دا وه چي په راپور كي دي د كره كتني او مشاعرې دقيق وختونه ياد سي.محمد صابر بېريا په راپور كي د مونثو او مذكرو شيانو لپاره جملې څه ګډي وډي وبللې.واصل حسنيار د ښاغلي ګلپال نظر ته سره په تړاو وويل چي په راپور كي بايد ډېر جزيات ونه كارول سي. ورپسې كره كتنه د محمود حنف پر يوه شعر پيل سوه.لومړى بيت:ماته زړګى وايي د ښكلا سندري وايمتانه سم قربان ګله زه ستا سندري وايمعبدالرحيم هلال او محمديار بيت ښكلى وباله.دويم بيت داسي و:اوسمه يادو كي ستا چشمان راته يادېږيستا د سرو لبانو او مسكا سندري وايم فضل احمد انيس پورته بيت ته ګوته ونيول دده په خبره چي كه په شعر كي د دري يا نورو ژبو كلمې وكارول سي دا به ښه خبره نه وي. حكمت الله څرك بيا په اوس مهالې پښتو كي له ځانه جوړو سو لغاتو ته اشاره وكړه چي داسي لغاتونه هم پښتوژبه اغېزمنه او سخت وي د نوموړي په اند چي منځلا� �يتوب په كار دى.د ښاغلي حسنيار په خبره چي په شعر كي بايد هغه كلمې وكارول سي چي شعري ښكلا ته زيان نه اړوي، هغه كه د هري ژبي كلمې وي.خو د ښاغلي بېريا په خبره چي د سوچه ژبي كارول مهم دي او ملګري بايد كوښښ وكړي تر څو خپل پښتو كلمات وكاروي.د ښاغلي فرزان په اند چي د افغانستان د پنځو ستورو ليكني ځكه ډيري خوږې دي چي هغوئ له اړتيا سره سم هر ډول كلمات كارول.دا هم درېيم بيت:زه پر تا شيدا يم، له هجرانه په ژړا يممجنون غوندي تل د ليلا سندي وايممحمد شريف ناكرار وويل چي په پورته بيت كي يو سېلاب كم دى.ښاغلي بېريا په دويم نيم بيت كه داسي تغير راوستى او د يو سېلاب كمى يې هم ورپوره كړ. ((زه لكه مجنون تل د ليلا سندري وايم))څلورم بيت:يار ستمګر دى ډېره جفا راسره كړيزه ورته په مينه د وفا سندري وايمد ښاغلي انيس په خبره چي بايد ملګ� �ي په كره كتنه كي تر څه تير نسي، ځكه چي كره كتنه به سمه پايله ونه لري.ښاغلي محمديار د بيت د ښه والي په خاطر په لومړي نيم بيت كي داسي تغير راوستى((يار مي ستمګر دى نن جفا راسره كړي)).پنځم بيت:ناست يمه تنها هي� �ي ډيري لرم خدايهمه راځه شيطانه د اشنا سندري وايمغلام نبي سعيد په لومړي نيم بيت كي تغير راوستى دده په خبره چي بيت به ښكلى سي.((ناست يمه تنها لرمه خدايه ډيري هيلي)).وروستى بيت داسي و:رقيبه مه وايي چي حنف په زړه قرار دىزه له ډېره غمه په ژړا سندري وايمښاغلي بېريا وويل كه اول نيم بيت داسي سي نو بيت به جوړ سي ((مه وايه رقيبه چي حنف په زړه قرار دى)).د ښاغلي حسنيار په خبره چي د ښاغلي حنف شعر ولسي رنګ لري، له نوم وړي يې هيله وكړه چي بايد اوسنۍ شاعري هم وګوري.د كره كتني په پاى كي ښاغلي حنف له ټولو مننه وكړه او ويې ويل چي په كره كتنه كي ورته ياد سوي ټكي به په پام كي نيسي.د راتلونكي غونډي د كره كتني لپاره د حيات الله سهيم � �عر او د پيل خبرو ته يې عبدالصمد روحاني وټاكل سول.تر دې وروسته مشاعره پيل سوه چي ۳۰ كسانو په كي شعرونه واورول.د بي بي سي راډيو د پښتو څانګي او دې سيمي(هلمند او كندهار) خبريال عبدالصمد روحاني د شعر ويلو پر م هال وويل چي روهي بهير ډېر ستاينه وکړه، ده زياته كړه چي مشاعره يې ډېره په زړه پوري وه.په پاى كي د غونډي مشر محمدصابر بېريا ته د غونډ د ارزوني په موخه بلنه وركړل سوه، نوموړي غونډه ښكلې وبلله، همدارنګه ده په كندهار كي له هيواد او كندهار تلويزيونو او افغان ازادي راډيوڅخه ځكه مننه وكړه چي له بهير سره همكاري كوي، ښاغلي بې� �يا زياته كړه چي روهي بهير به هم افغان بهير غوندي روزنيزه بڼه خپلوي.د غونډي مېلمه ځوان شاعر حيات الله سهيم و غونډي ته ټول ۵۲ كسان راغلي وه، غونډ پر ۸:۲۵په دعا ويلو پاى ته ورسېده.د مشاعرې نوم ليست:فضل ال� �حمان، عبدالمنان ارغند، عظيم جان كاكړ، شهزاده خوشحال،حكمت الله ازاد، سيدالرحمان خپلواك،محمود ح نيف، عبدالله شاه محتابي، زمريالي زيري، محمد شريف ناكرار، عبدالله ستوري، عبدالواحد غمشريك،غ� �ام نبي سعيد، عبدالرشيد مسئول، عبدالله مصباح، شير محمد عزتيار، محيب الله حيران، عبدالواهاب بازيد،حفيظ مطيع الله، احمد اغا نګين،اسماعيل،طالب احمد الله اباد،احمد فرزان،عبدالظاهر قموال،فضل احمد فضلي، عبدا� �ستار سيرت،زلمي،ظاهرجان پاڅون،صديق الله خليق او عبدالصمدروحاني. فون: 0093700316506"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زلفې مې مه لنډوه مورې", "output": "شـــــــــــــــــــــــــين انـــــــــــقلاب محمد حسن حقياردميدان وردګو ولايت چې، دکابل په ګاونډ کې پروت دى تر دا څو کاله وړاندې مو دې دهېواد دهغو ګوتو په شمېر ولاياتو په ډله کې حسابېده چې، په ژمي کې به يې دواورو سپين مالوچ په غره او هواره پراته وو، ټول طبيعت به تک سپين وو ، په ووړي کې به يې خوږې، پستې ، يخې ا ب و هوا، تازه ميوواو شنيلي دهر انسان احساس تخناوه، په پسرلي کې به يې ښکلا ته دلومړۍ شپې دناوې سينګار هم حيران وو . دومره ښکلى، دومره رنګين، دومره شين، دومره خوږه هوا به يې وه چې، تا به ويل دفطرت انځورګر دخپل قلم ټول کمال په کې ښودلى دى او دځمکې په سر دفطرت دښکلا تر ټولو ستره تابلو ده. خو له بده مرغه چې، دميدان وردګو دناوې ځواني او ښکلا هم له نظره شوه . وچکالۍ يې سره او سپين اننګي وزبېښل دجګړو ورانۍ مهاجرتونو او بيا هم دوچکالۍ په جامه کې راغلي طوفان يې دچينار په څېر لوړه ونه راکږه کړه. دپېغلو په غاړه کې دمڼې دګل شېرچه يي هار يې وسوځاوه نور نو دميدان وردګو دسوزېدلي جنت په ليدلو دهر با احساسه شخص احساس بوګنېده، نور نو ميدان ورد ګو ويدې جذبې راو يښولى نه شوې.، نور نو ددې سيمې په سترګو کې داوښکو چينې وچې شوې او ګريوانونه داوښکو پر ځاى پر وينو لمدېدل، نور نو پيغلو ګودرونه پاتې وو، دنرخ څپانده سيند هغه پخوانى شور نه درلود دچک په بند کې چې، يو وخت يې ٦٠ ميګاواټه برېښنا توليدوله کبان سوزېدل، هيلۍ او مرغاوۍ ترې مهاجرې شوې وې، نور نو دچک دبند دکاسې دلوېديځې غاړې په لوړه غونډۍ جوړ عصري او مجلل هوټل دنړۍ دتورستانو لار نه څاري، نور نو دسلطان بند ځواني هم لاړه دمټو هغه پخوانى زور يې اوبه شو ، نور نو به جلرېز کې دکابل، باميانو لويه لاره ترڅو کيلو مترو په شنو پاڼو پټه نه وه . نور نو دپغمانيو پيغلو غومبوري له ميدانيو مڼو سره تشبيه کېدلىنه شول ، نور دميدان يوې ونې هم مارلينګ مڼې نه ورکولې او نږدې وو چې، دډاکټر عبدالوکيل کړې خواري په اوبو لا هو او دبيروتيو، مارلينګو، جورسواو زېړومڼو نسل هم ورک شي .نور نو مارلينګ مڼو دوردګو پيغلو له غومبورو اخېستى نه شو.دزردالو وزرونه وسوزېدل، دګيلاسووينه وچه شوه، د وچکالۍ (ديو) دميدان دپېغلو ښکلا وزبېښله، نور نو دتوپ په دښته کې دمرغيو کاروان هم جل واهه، دشېخ آباد ټوله دښته سراب او له لېرې داوبو جزيره برېښېده.نور نو له ميدان ورد ګو څخه هره ورځ لسګونه موټره دمڼو ناوې د کرېټونو په ډولۍ کې بهر ته نه ودېدلې، نور هلته ميداني کوچنيان په يوې مڼې پسې پخپله دونو سرونوته ختل ،نور نو دمڼو په وخت کې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه ځوانان دکار او مڼو ټولولو په هيله هلته نه تلل، نور نو دکابل، لوګر، پروان، غزني، باميانو اوآن دهېواد دختيځو او لويديځو ولاياتو نېستمنو خپلو بچيانو ته دروزۍ موندلو هېلې دميدان ورد ګو په باغونو پورې تړلې نه وې، نور نو دوردګو دتنګي دونو زلفې لنډې او کور په شوې وې او دباغونو په پرې شويو څانګو يې بازان او ګوربتان نه کښېناستل اودحال په ژبه به يې همدا ټپه زمزمه کوله چې: زلفې مې مه لنډوه مورېپه ښاخ پرې کړو ونو نه کښېنې بازونه نور نو دګوربت په لوړه څوکه دګوربتانو لويې دورې او لمن کې دکوچيانو دخيمو مراندې نه ليدل کېدلې، دلمنو اوناوونو چينې يې وچې وې ، رګونه يې ديو څاڅکي اوبو په هيله تړپېدل، نه په کې دګوربتانو تنده ماتېدله او نه دورغومو دتندې له لاسه د راوتلو ژبو څه چاره کېدله . دګندانار ګلانو چې، زېړ والي او لوړې ونې يې له څو کيلو متره واټن څخه دليدونکو پام ځانته را اړاوه نور دخوجه بلند په هديره کې دخوجه بلند بابا دزيارت منجاورتوب پرېښى وو.دکريمدادو په سيمه کې دغره په لوړه ، اسمانڅکه څوکه دخوجه بلند بابا څو سوه کلن څيله ځاى او کوټنۍ لا هم ولاړه وه دخواجه بلند دغره په لوړه څوکه دجهاد دوخت ددهشکو او زيکويک مورچې لا هم هماغسې تازه وې خو مجاهدينو يې يا دشهادت جامونه څښلي وو او يا يې دهېواد په ويرجنو حالاتو دوير او ماتم اوښکې تويولې..دانګريزانو پر وړاندې دمجاهدينو دستر مشر سپهسالار غازي محمد جان وردګ لاروي غازيان دنهيلۍ څپو اخېستي وو، دغرونو او غونډيو له لمنو دطبيعت شين شال ټول شوى او اوږدې وچکالۍ او ګرمۍ په خړو ايرو بدل کړى وو، څو کلن تک شنه چمنونه داسې وچ شوي چې، تابه ويل دې سيمې هېڅکله هم شين ځاى او شنه پاڼه نه ده ليدلې، د هغو زراعتيو غواګانو چې ،يو وخت يې دورځې درې منه شيدې کولې له تيونو اوس يو چارک هم نه راوتلې، داسې ښکارېده چې، دځينو خلکو دګنا داور شدت به د قدرت دزغم او حوصلې فولاد هم ويلې کړي وو او داسې به يې خوښه وه چې، دانسانانو ترڅنګ نورحيوانات هم وځوروي.ښايي چې، دکوم وږي، پښې ابلې او سرلوڅې يتيم دلاسو تڼاکو به دخداى د رحمت غرونه خوځولي وي اوښايي چې، دخپل وچ شونډي جانان دپښو دچاودو او ببر سر په ليدلو به دکومې پيغلې دخولې (آه) لامکان خوزولى وي ، ښايي دسپيڅلي جهاد دکوم غيرتي شهيد اروا به دخپلې کونډې ناوې په لاس کې دسوال کچکول ليدلي وي او دخداى دعرش ګريوان ته به يې ټکان ورکړي وي، ښايي کومې مجبورې ښځې به خپل اته کلن سپېلني دودوونکى زوى خوله او سترګې تړلى دبد کارو ځوانانو په اوږو ليدلى وي او له اوښکو ډکه لپه به يې خداى ته واسطه کړې وي.هر څه چې، وو هغه دى دخداى درحمت سمندر په جوش راغى، دشفقت وريځې يې خپرې شوې، دمهربانۍ باران يې په لوړو ژورو، عامو خاصو ټولو وورېد هر ساکښ کې ساه وغړيده، ټول طبيعت ژوندىاو ټول فطرت رنګين شو، دکائناتو هر وږي او تږي دفطرت تيونه ورودل ، حلقو نه يې تازه شو دادى شين انقلاب راغى دوچکالۍ داژدها له خولې وتلي لوګي يې پسې واخستل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د حیدر وردګ اختراع (شهکار) مو په غندنه ولمانځۍ", "output": "د عبدالله حیدر وردګ اختراع (شهکار) مو په غندنه ولمانځود زمري په نهمه نېټه د انټرکانټیننټال هوټل ته بلل شوی وم، بلنلیک مې ولید، ډېر راته په زړه پوری ښکاره شو او هڅه مې وکړه چې نور ټول کارونه به پرېږدم او په دې غونډه کې به برخه اخلم او هماغه شان مې وکړل دغې غونډې ته ولاړم.دغه غونډه چې د عبدالله حیدر وردګ د یوه شهکار لپاره جوړه شوې وه، د نوموړي د نوې اختراع په اړه پکې علمي بحث روان وؤ. د بحث په لړ کې ما لاندې ټکي په خپله کتابچه کې یادښت کړل.عبدالله حیدر و� �دګ د افغانستان اصیل اوسېدونکی د کابل د حقوقو د پوهنځي د بشپړولو وروسته له نن څخه دیرش کاله وړاندې اسټرالیا ته ستون شوی وؤ. نوموړي هلته د کیمیا څانګې ځینې کورسونه لوستي وؤ او په خپله یوه آزموینه کې په ناببره توګه پوه شو چې نشایسته او ګلګوز لرونکي توکي برسېره پر دې چې خپله اور بلونکي دي، کولای شي اور په ډېرې چټکتیا مړ هم کړي.د دغه نظر د اخیستلو په وخت نوموړی هم خپله هک او پک وؤ نو ځکه یې غوښتل چې په خپل دغه نظر څېړنه وکړي. نوم وړي شپږ کاله وړاندې خپله څېړنه پیل کړه او د دغو شپږو کالونو په لړ کې هغه د نیشکر او لبلبو له شیرې څخه هماغه نشایسته او ګلګوز لرونکي مواد را ټول او د کیمیاوي تجاربو په لړ کې یې د هغې څخه د اور وژنې یوه ډېره قوي او ا� �زانه ماده اختراع کړه. د دغې مادې په ترکیب کې چې سل سلنه طبیعي مواد دي د نیشکرشیره او اوبه ګډې دي، د اور وژنې د ډبې د فشار لپاره په هغې کې د خمیره (خمیرمایه) څخه کار اخیستل شوی دی. دغه ماده په ډېرو نندارو کې په اسټرالیا او امریکا کې خلکو ته ښودل شوې ده، خو وردګ صاحب چې د هېواد مینه یې په زړه کې وه غوښتل یې د دې مادې افتخار دردېدلي افغان ولس ته راشي نو ځکه هغه د همدې علمي کنفرانس په لړ کې هغه ګډونوالو ته ښکاره کړه او د انټرکانټیننټال هوټل د حوض تر څېرمه یې اور بل کړ، چې وروسته له څو شیبو هغه وتوانېدو په شل ثانیو کې هغه اور مړ کړي.ده زیاته کړه چې دغه اور نږدې ۵۰۰ درجې وؤ او نږدې په شلو ثانیو کې مړ شو چې موږ خپله هغه ولید وروسته له دوؤ دقیقو موږ و توانېدو د اور پاتې شوني په لاس کې واخلو یعنې هغه یې ډېر ساړه کړي وؤ. ده زیاته کړه چې د دغې اور د مړ کولو لپاره یې ۲۵ ام� �یکایي سنټه لګښت کړی دی او ده دا هم وویل چې کولای شي د یو ټن نیشکرو څخه څلور ټنه دغه ماده جوړه کړي، چې ډېره ارزانه او اور وژنې لپاره اړینه ده.د نندارې وروسته ګډونوال بېرته سالون ته ولاړل او د پوښتنو او ځوابونو وار راورسېد، د غونډې د پیل څخه تر دې دمه زه یوه ټکي ته متوجه وم چې ځینې برخه وال د غونډې د نظم د خرابولو � �پاره هڅه کوي، هماغه شان شوه. یوه پښتون عالم چې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ غړی وؤ پرته له کومې مقدمې د پوښتنو په پیل کې په غونډه نیوکې پیل کړې او د غونډې په رئیسه هیئت او په خپله ډاکټر عبدالله حیدر وردګ یې مخامخ لفظي ګذارونه وکړل.د نیکه مرغه د نوموړي دغه کار ډېر ځنډ ونکړ، د یوه خوا د برخه والو احساسات د دغه کار په وړاندې را وپارېدل او له بلې خوا د هوټل امنیتي ځواکونو هغه له غونډې بهر کړ. غونډه بېرته خپل نورمال حالت ته � �اغله او وروسته له څو پوښتنو پای ته ورسېده.د دې حالت په کتو سره زه ډېر خواشینی شوم او ومې ویل چې دا څنګه خلک دي، چا چې ورته په لغت وهنې، سوک وهنې او یا په ورزشي جنګ کې ویاړ راوړی هغه یې څومره ولمانځو، اما چا چې ورته د پوهې، لیاقت، علم ویاړ راوړی هغه د یوه عالم له خوا داسې وغندل شو. بیا هم په دې سوچ شوم چې دا د خلکو ستونزه نه ده، دا د پښتنو بیده توب دی، هلته صحي چې زموږ د هېواد ویاړ نیکپا دی، هغه موږ منو او د هغې په هڅونه موږ هیڅ اعتراض نه لرو، خو کله چې یو ورزشکار دومره هڅول کېږي په کار ده چې زموږ دغه نومیالی عالم د هغې لس چنده نازول � �وی وی نه دا چې هغه وغندل شي. د ځان سره مې وویل که زه د دغه عالم پر ځای وی نو هیڅکله به هم د دغه هېواد مخ و نګورم او هیڅکله به هم د دغه هېواد لپاره کار ونکړم. که چېرته دا کار داسې یوه کس کړی وی چې هغه بې سواده وی نو موږ به ویل چې څه پروا لري، کله چې زموږ یو عالم دا کار کوي نو زموږ لپاره ډېر د خجالت او خواشنیتوب ځای دی.دا هم باید ووایم چې په غونډې کې د نندارو او سمې پوښتنو وروسته لومړی یو خارجي میلمه چک چکې کولې او د هغې وروسته زموږ بیده افغانانو راوېښېدل.زه د کیمیا د څانګې کوم متخصص نه یم او دا هم نه منم چې دغه اختراع به سل په سله سمه وي، خو هر څه چې وي یو کار دی او حیدر وردګ د هېواد سره د مینې له کبله دلته راغلی وؤ. که چا دهغې ادعا رد کولای نو هغه باید علمي استدلال کړی وی نه دا چې د یوه عالم له خوا ځپل شوی وی.په تېرو څو کلنو کې ښکاره شوه چې موږ له هنرم ندانو ورزشکارانو او نورو څخه تر کومه حده لمانځنه وکړه خو کله چې پوهې او علم ته راغلو یوازې ټول چپ پاتې شو او هیڅ مو هم ونکړ. دا لومړی ځل نه دی چې موږ د خپلو پوهانو سره داسې کوؤ، اسرار احمد کریمزی هم د دې هېواد بچی وؤ هغه باید په ډېره لوړه کچه نازول شوی وی خو هغه ته هم ټول بېده وؤ. دغه اختراع باید په یوه لوی جشن کې لمانځل شوې وی خو د بده مرغه په دغه غونډه کې ټول ټال ۱۰۰ هېوادوال نه ول او دولتي چارواکي خو راته پکې بیخي ښکاره نشو� �.دا چې حکومت د مور او میرې چلند کوي، دا د حکومت پالیسي ده. تاسې ګورئ په ورزشي ساحه کې زموږ تکړه کریکټر رحم ت ولي څنګه په بې رحمۍ سره ووژل شو. زموږ او ستاسو تش په نوم پښتون ولسمشر خو وروسته له پنځو ورځو په دې نه پوهېږي چې هغه چا وژلی دی. هغه لا هم شکمن دی چې دا کار به د ناټو او حکومتي چارواکو پرته کوم بل دریم ګړي کړی وي.په � �ېرې ناهیلۍ راغلم چې په انټرنیټ کې پرې څه ولیکم خو هلته مې د تخار موضوع ولیده، هغه راته نوره هم اړینه ښکاره � �وه، خو زه نه پوهېږم چې ولې ولې او ولې د پښتنو سره داسې کېږي. په دو هیله چې راتلونکی ولسمشر ریښتینی ملي ولسمشر وي.په درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د كوټوالو ښوونځي نوې رغول شوې ودانۍ پرانيستل شوه", "output": "د ارزګان ولايت مركز ترينكوټ اړونده د كوټوالو په نامه منځنى ښوونځى ودانۍ نن د يكشنبې په ورځ د دغه ولايت د پوهنې رياست او چارواكو لخوا رسم اً د يولړ مراسمو په ترڅ كې د پټۍ په پريكولو سره پرانيستل شوه.د كوټوالو منځني ښوونځي پردغه ودانۍ چې په يوه پوړ كې د (۱۴) خونو په درلودلو سره په پاخه او اساسي ډول جوړشوى دى ټولټال (۱۴۰۰۰) زره امريكايي ډالره لګښت شوى او په يو وخت به د دغه ښوونځي (۷۵۰) تنه زده كونكي پكې زده كړه كولاى شي.د دغه ښوونځي د پرانيستې په مراسم وكې د دغه ولايت دپو هنې رياست پر چارواكو سربيره يوشمير نورو دولتي چارواكو، د رسنيو استازو، دسرې مياشتې � �ئيس، په دغه ولايت كې د ملګرو ملتونو د سياسي څانګې يوناما او د امريكا د پراختيايي ادارې د كاري وړتياوو د � �وړولو د څانګې استازو او ځايي مخوروهم ګډون درلود.د يادونې وړده چې د كوټوالو منځني ښوونځي زده كونكو تر دې وړاندې سرپناه نه درلوده او ترشنه اسمان لاندې يې خپلې زده كړې پرمخ وړلې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ځوانانو سالمه روزنه او خنډونه! (هدايت الله هدايت)", "output": "«دغه ليکنه ما څه موده مخکي د ښاغلي غمخورصاحب په غوښتنه بايد په هماغه وخت کې دسوېډن د مالمو په ښارکې د ځوانانو د سالمي روزني د علمي کنفرانس و درنو ګډونوالو ته وړاندي کړې وای خو د ځينو وجوهاتو او صحي معاذيرو په وجه ناتکميله پاتې او نيمګړې خپره سوه . څرنګه چې ما پردې ليکنه يو څه کار کړې وو نواوس يې دلته وړاندي کوم :» « ځوان نسل او سالمه روزنه » کوم چې ددې کنفرانس د بحث اصلي موضوع ده، يقين لرم چې په کنفرانس کې به زموږ دافغاني ټولني زړه سوانده او ددې برخي ځانګړي متخصصان او کار پوهه افغانان خپلي اکاډميکه شنني او پراخي تحليلي ليکني به و� �باندي و کړي . هغوی به په دې عرصه کې هغه ستونزي او اميدونه هم را وسپړي کوم چې زموږ د ګران هېواد افغانستان د ځوان نسل په وړاندي پرتې او دهغوی په ورځني ژوندکې انعکاس پيداکوي . نن سبا دځوانانو اود هغوی د سالمي روزني بهير نه يوازي دافغانانو په جګړه ځپلي ، وران او زخمي هيواد کې د مرګ او ژوند مسئله ده بلکه په ټوله نړۍ کې زموږ د پېړۍ ياني ديويشتمي پېړۍ يوه حياتي غوښتنه هم ده . دغه مسئله دنوي پېړۍ د بوداو نبود مسئله ده، د هست ونیست هغه خبره ده چې زموږ دنړۍ وراتلونکي ته لاره پرانيزي او دهغه مسير ور ټاکي . په واقعيت کې همدغه ځوانان دي چې ددې نړۍ و راتلونکې ته لوری و� �کوي . خو په اوسني نړی وال روان حالت کې چې دقدرت خاوندان د يکه تازی خواته درومي او ټوله نړۍ ته يې د خپل پوځي ځواک په زور دلاندي کولو نيت لري ، داسي تلاښونه کوي تر څود ځوانانو ناسالمه کنټ� �ول د خپلو اهدافو د تطبيق په خاطر په خپل لاس کې ونيسي او دهغوی راتلونکې د خپلو ګټو دتأمين لپاره و کاروي . داچې ددغه جدال پای به څه کيږي او د چا په ګټه به تماميږي دا هغه څه دي چي د همدا اوسه څخه يې د ځوانانو او دهغوی دسالمي روزني و مخي ته زیات چلنچونه پرې ايښي دي . نن دنړۍ ځوانان دهغوی دارادې نه خلاف بېله دېنه چې کومه ګناه يې کړې وي د ټولنيزو بحرانو د رامينځته کېدو په وجه چې دلويو بازيګرانو لخوا پلې کيږي،پښې یې په لانجو کې اخښل کیږي او لويې قربانۍ ته ورکشيږي ، نن تر هر څه ړومبی لومړی بايد ددغي نړۍ والي ټولنيزي معضلې د حل په هکله هم جدي څېړنه او غور و سي . زموږ د هيواد په څېر په نورو جګړه څپلي هيوادو کې تر هرڅه لومړی بايد ديوه سوله ايزه ژوند بنيادونه کښېښودل سي او په سوله کې دټولني او د ځوانانو د ژوندانه د حق تضمين وسي . د سولي، ثبات او امنيت ته د رسېدو شرائط مساعد او د هغه درناوی وسي، وروسته نو بيا د ځوان قشر د سالمي روزني اساسات چې پر ډيموکراټيکو موازينو برابر وي او زموږ د دود اود ستور سره تطابق ولري، عملي ګامونه واخيستل سي . په دې ارتباط هغه څه ته چې دلته اشاره کيږي په واقعيت کې دا د هغه ژور تشويش يوه برخه ده چې په موجوده حالت کې ځوان نسل ورسره لاس اوګرېوان دی او عملاً هره ورځ دهغه سره مواجه کيږي . دډېرو په اند که په دغه روان حالت کې د جګړو او کړکېچ مخه و نه نيول سي او د ټولنيز عدالت دتأمين په لاره کې ګټور ګامونه پورته نسي او ژور بدلونونه � �انسي دځوانانو دسالمي روزني په لاره کې چې همدا او اوس کوم خنډونه پراته دي نو هغه به لا نور هم ژور تيا و مومي . د ځوانانو د ژوندانه په چاپيريال کې دزياتو ناخوالو او د بلاتکليفه اړخونو موجوديت دکلونو په تېرېدو سره دهغوی په غاړه کې ځنځيرونه ور اچوي او د يوه لوی بحران او ګډوډی خواته يې کشوي . زه يقين لرم چې ددې کنفرانس اکاډميکي شنني به په دې مسير کې د ځوانانو په وړاندي د ستونزو،اميدونو، تاريکيو اوروښنیو په هکله به ډېر ارزښتمنده خبري راپورته او دستونزو دحل لاري چاري به په ګوته کړي . د ځوانانو د سالمي روزني لپاره په کار ده چې په لومړي سرکې دغه پوښتونو ته ځواب وويل سي : په اوسني حالت کې او په ځانګړې توګه زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د ځوانانو د سا� �مي روزني اساسات او ضرورتونه کوم دي ؟ د ځوانانو د سالمي روزني په لاره کې پراته خنډونه چيري دي؟ او د ځوانانو په ژوند او دهغوی دسالمي روزني په بهیر کې د تېرو او نويوکولتوري مناسباتو د ټکر موجبات او پايلې کومي دي ؟ لکه ټولو ته چې څرګنده ده دټولني لومړۍ خښته په کور کې ايښودل سوېده . کورنۍ د يوې ټولني کوچنۍ واحد بلل کيږي . څرنګه چې بشري ټولنه د کورنيو څخه جوړه سوې ده نو په ټو� �نه او د ځوانانو په سالمه روزنه کې هم د کورنيو دتأثير څخه انکار نسي کېدلا ی . د کو� �نيو دعمومي ځانګړتياوو تر څنګ دټولني هر صنف ا و ډله هم خپلي ځانګړتياوي لري . د انساني شخصيت د ودي لومړنۍ هسته د مور په غېږ کې راسپړېږي ، غوړيږي او وده کوي . دغه شخصيت د کورنۍ په ماحول او د خپلو مشرانو ، د ټولني د چاپېریال او د دولتي سیسټم د کړوړو څخه الهام اخلي . په هغه ټولنو کې چې دداسي يک لوخته موازينو اساسات حاکم وي او مواد یې د هغو څخه جوړ سوي وي نو همدغه شخصيت بيا د خپلي ټولني په ګډ فرهنګ کې هم انعکاس پيداکوي او وده کوي . فرهنګ د انسانانو په مغزو کې متقابله چلند لري .خو د نړۍ په دې ارت ميدان کې چې ورځ په ورځ يې تناونه لنډيږي او يو دبل سره يې اړيکي پېیل کيږي، په داسي جدي بدلونونو او لويه نړی واله لوبو کې چې ټوله يې د سر په سترګو ګوري، دغه د انسانانو د تشکل و ابتدایی، انساني او سپېڅلي بنيادو ته هم جدي تاوانونه پېښوي او د هغه پيوندونه سره شلوي . يعنی داسي تلاښونه کيږي چې کورنۍ او په کورنيو کې بیا هغه طبيعي د تکامل انساني ارزښتونه اود تشکل ریشتې چې اخلاقي پيغامونه لري، هغه له مينځه وړي . دغه نړۍ والي هڅي ځوانان د کورنيو د اخلاقي او وجداني مسؤليتونو څخه را باسي او و� �وسته یې بیا د غڼي په ځاله کې را ګيروي او په نورو مفاسدو کې چې د اوسني سیسټم کرغېړني بېلګې دي ډوبوي . ددې نړۍ وال ج� �یان په بهير کې په ډېر مهارت سره لومړۍ ځوا نان په يکړه توګه د کورنیو سره اچوي اوبیا یې د خپل تسلط په ځنځير کې راښکېلوي او د ځان په ګټه کار ځيني اخلي اواستعمالوي يې . دهمدې ځنځير په کړيو کې نن زموږ په افغاني ټولنه کې د ځوانانو دسالمي روزني مسئله نه يوازي داچې ددريو لسيزو د خونړيو پېښو ناوړه ت� �ثيرات ورباندي پراته دي اوس په خپل ذات کې يوه ډېره پېچلې او ستونزمنه مسئله هم گرځېدلېده. خو د نړۍ د يو � �طبي کېدو او جهاني کېدو په عرصه کې هم دځوانانو سالمه روزنه يوه دپام وړ پروسه ده. زموږ په وطن کې د ځوانانو د سالمي روزني جريان پرون د کفر اوالحاد په نامه او داچې اسلام په خطر کې دي تر شعار لاندي ځپل کېدله، وروسته بيا داسلام او جهاد په نامه تر ناوړه فشارو لاندي راغلې وه او د تر همدې نامه لاندي يې د وحشت او بربريت کارونه ورباندي تپله . په عامه توګه کله چې څوک زموږ په ګران وطن کې د ځوان نسل د سالمي روزني په هکله فکر کوي يا غواړي څه ورباندي و ليکي نو په لومړي سر کې يې دهغوي د سختو ورځو او کلونو تېرسوي او اوسني پړاوونه يې تر سترګو تيريږي او وروسته يې بيا دسالمي � �وزني په باره کې چې د جنګسالارانو لخوا په سراب کې لاهو سوېده سوچ کوي . ددې سره سره چې دنړۍ ځوانان مشترکي ستونزي او ګډ اميدونه لري خو زموږ دهيواد د ځوانانو او تنکي ځوانانو (دواړه نجوني او هلکان )د ژوندانه مسير يا په وطن کې د سيمه ايزه بې سواده او د همدې بې مسلکه جګړه ماره جنګسالارانو تر ولکې لاندي را غلي دي او ياد کور په چار دېواليو کې بندياني پاتي دي . زموږ ځوانان ددې وضعي د ايجاد نه د نړۍ واله طراحانو او وطني اجيرانو د فسادنه ډکو کړو څخه په زړونو او مغزونوکې ژوندي پراته زخمونه اوتصويرونه لري . هغه ځوانان چې بيا د مهاجرت کډه يې پر اوږو بار او د مهاجر په څېر په پاکستان او ايران کې او ياد نړۍ په هر کونج کې تيت او پاشانه مېشته دي، د ژوندانه هره څپېړه که زغمي نوددې هيوادو کولتوري او د خلاصي ټولني ناخوالي يې هم په ځان پسې را کشوي . نن چې بيا ټوله نړۍ د ټروريزم سره د مبارزې په نامه د جګړې په خلاص ميدان باندي اوښتېده ، دغه موضوع ياني د ځوانانو سالمه روزنه بيا هم د يوې نړۍ والي لانجې او د يوې لويې ټولنيزي ستونزي په حيث پاتي کيږي . هغه اقتصادي، ټو� �نيز، کلتوري او سياسي يکه تازي چې نن يې دنړۍ يويا په ګډه څو برلاسي هېوادونو په خپل پوځي ، اقتصادي او تکنالوژيکي طاقت سره غواړي ځان د نړۍ پر مقدراتو باندي حاکم اوخپل فرهنګي او کلتوري بريدونه ور باندي شروع کړي ، هغوي د نړۍ په کچه په خاص ډول د ختيځو هيوادو د ځوانانو د سالمي روزني په مسير کې بنيادي او عمدي خنډونه را مينځته کوي . هغوي په دې فکر کې دي او داسي تلاښ کوي چې د ځوانانو مادي او معنوي هستي او استعداد لومړي هغه د بازار ديوې متاع په څېر رانيسي او د خپل ځان په ولکه کې يې راولي، او و� �وسته يې بيا دهغوي څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي . خپل فرهنګ، خپل کلتور، خپله ژبه او خپل هر څه ورباندي تحميل کړي . کله چې موږ د ځوانانو د سالمي روزني پر سر ږغېږو نو دا پر يو څو کلېشه يي خبرو باندي بحث ندي چې په رسمياتو کې هغه وپړسول سي او وروسته بيا هغه ددې يا هغه ښاغلي د ښو او بدو کړو په عملنامو کې حساب سي . نن دوطن په کچه، د سيمي په کچه او د ټولي نړۍ په کچه د ځوانانو د سالمي روزني لاره د نړۍ داوسني لانجمن روان حالت په ګرو کې راغلې ده . ځيني بيا غواړي او هڅه کوي هغه په سپين سترګي سره په هيوادونو کې د هغوي د انساني دود دستور نه او دهغوي د ملي مسؤليت د احساس او دبشري ټولني د اخلاقي معيارونو څخه هم خالي کړي . نن د ځوانانو دغه لوي لښکر په دغه اوسني سيسټم کې ويوې ښې او م صؤنه راتلونکي ته د ګذار په درشل کې په يوې ډېره خطرناکه، پېچلې اوستونزمنه مرحله کې ګام اخلي . ددې نه علاوه هغه څه چې دځوانانو پر ښکلو هيلوباندي د غوړېدلو دوره د نا اوميديو اومرګ په سايه کې را پېچې او دسالمي روزني لاري يې تړلې ده هغه ددنيا په هرکونج او بيا په خاصه توګه زموږ په افغاني ټولنه کې د هغه کشمکشو او بحرانو دوام دی چې د پردو لخوا ايجاديږي او لمن ورته وهل کيږي . په دې لانجو کې دا ځوانان دي او دا افغانان دي چې پښې يې پکښې اخښل کېږي . تر دا اوسه پوري ليدل کيږي چې د نړۍ والو اعتراضو سره سره په افغانستان او د نړۍ په زياتو لانجمنو سيمو کې ځوانان د اجېرومليشاوو لخوا په جبر سره د جګړې و ميدان ته را کشيږي ، د جګړې دقربانيانو په لومړۍ ليکو کې درول کيږي او ددوي د غوښتنو پر خلاف په زورسره دخپل ولس پر ضد باندي استعماليږي . دغه کار چې هيڅ انساني، اسلامي، اخلاقي او افغاني معيار يې نه مني خو په سپينه ورځ تر سره کيږي . دبلي خوا په ځوانانو کې د مخدره موادو د معتادينو د فيصدي زياتوالي دهغوي و � �اتلونکې او سالمي روزني ته ستر ګواښونه دي چې ځوانان يې دسالمي روزني څخه ليري ساتلي دي . زياتره په داسي يو ه ماحول کې د ځوانانو و سالمي روزني ته پاملرنه د ياده ايستل سوې ده او يا هم تشريفاتي او عوامفريبانه بڼه يې غوره کړېده .نن د نړۍ ستر پانګه وال هيوادونه د خپلو اهدافو د پلي کېدو او جهاني کېدو لپاره د بشري ټولنو د ملي هويت په نابودۍ پسې را اخيستې ده . هغوي د هغو پراخوځنځيري رسنيو د امکاناتو په د� �لودلو سره غواړي د هېوادو او ملتونو او په لومړي سر کې، د دې هيوادو د ځوانانو د سياسي، اقتصادي، ټولنيزو ، فرهنګي او کولتوري عرصو باندي بريد وکړي او سر رښته يې په لاس کې ونيسي. نن موږ اخ� �اقي ضد فلمونه، هنري دبدلمنيو څرګنده نندارې، دانټرنيټ په پاڼو کې د ځوانانو د اخلاقي انحراف د فساد نه ډک � �نګارنګه تجارتي او انحرافي سايټونه ، پرېمانه اخلاقي ضد خپروني وينو . ددې ټولو هدف دادي چې د ځوان نسل فکري انحراف ته چټکتيا او دکورنيو سره دهغوي د ټکر او د هغوي د زوال زمينې را مينځته کړي . د ځوانانو وراتلونکي ته لوي او بلقوه تهديدونه جوړکړي . دغه تهديدونه هغه وخت ښه ترها ارزول کېداي سي چې څوک ددې پروسې دېرش څلوېښت کال باد و پاېلوته ځيرسي . نن زموږ دغه ځوان نسل چې په دغسي يوه ماحول کې لويئږي او دشپيشتو پر درخته باندي دريږي نو که دهغوي داولادو راتلونکې ته چې ددغه شاني اخلاقي معيارو پرخلاف لوي سوي وي وګورو ، هغوي به څه ډول پيداکړو ؟. زموږ نړۍ په دغه اوسني حالت کې چې مطلقاً د اخلاقي انحطاط وخواته روانه ده د ځوانانو د ناسالمي روزني موارد په ډېر ظرافت او دځوانانو دشوق او ذوق په پيدا کولو سره پرمخ درومي،اخلاقي سرکښي او انحراف يې هدف او هغه ته لاره پيدا کوي . همدغه بېلګې دي چې د ختيځ او لوېديځ فرهنګي جګړه چې په بېلا بېلو نومونو روانه او اوس يې ځانته دغه شاني نوي ابعاد غوره کړي دي زموږ د نړۍ د ځوان نسل و سالمي روزني ته زياتي ستونزي پېښي کړي دي . په دې اړه هغه رسمي ارقام چې تېر کال د ملګرو م لتو د ځوانانو د وضعي په هکله په يوه ګزارش کې خپاره سویدي په يوې سر سري کتني سره دنړۍ ځوانانو د ژوند حالت داسي انځوروي : په ټوله نړۍ کې ۲۰۰ ملیونه ځوانان د لوږي سره مخامخ دي، ۱۳۰ مليونه ځوانان بې سواده او ۸۸ ملیونه هم بېکاره دي . د نړۍ په زیاتو ب� �خو کې خاصتاً په افريقا او په جنوب ختيځي آسیا کې د لس میلیونو نه زیات ځوانان د ایدز په مرض اخته دي ، ۱۱۳ملیونه ځوانان و مکتب ته د شاملېدو توان نلري . د ۱۵ نه بيا تر ۲۴ کلوپوري ځوانان چې د نړۍ د ځوانانوپه سلو کې ۲۰ جوړوي یعنی په حساب ۲۰۹ میلیونه تنه ځوانان دورځي په يوه � �الر خپل ژوند سبا کوي . او په سلو کې ۴۵ یې چې ۵۱۵ میلیونه ځوانان کيږي دورځي دوه ډالره عايد لري . عموماً په لوېديځه نړۍ کې د ځوانانو د ځان غوښتني پر روحيه باندي زيات کار کيږي او د کورنۍ په اړه يې ديوه بې مسؤليته عنصر او د يوه فارغه الحاله انسان په توګه رامينځته کوي . په ځوانانو کې یې دکورنۍ په اړه د مسؤليت احساس لا دپخوا نه وژلی دی او يا داچې د ورځنيو مشغولا او ناپايه آزاديو په ګرداو کې يې ډوب کړي دي . حال داچې په شرقي ټولنو او دهغه جملې نه په افغاني ټولنه او فرهنګ کې د کورنۍ ارزښت او په هغه کې بيا د پلار او مور او مشرانو درناوی او دهغوی نه اطاعت يوه اخلاقي او دوديزه وجيبه ګڼل کيږي . افغاني ځوانان د کورنۍ په وړاندي د جدي مسؤليت احساس کوي او دامسؤليت دځان دپاره هم يوه اخلاقي دنده بولي او هم يې د خپلي ټولني د فرهنګ يو جز ګڼي . هغه منفي اړخونه چې زموږ ځوانان يې په غربي هيوادو کې ددې ماحوله څخه زده کوي اويا دهغه نه الهام اخلي مسلم اً دهغوی پر راتلونکې باندي منفي اثر ږدي . هغه څه چې نن زموږ په غمځپلې افغاني ټولنه کې دځوان نسل لومړنۍ غوښتنه ده هغه په سوله کې دداسي شرايطو او فرصتونو رامينځته کول دي چې هغوی ته باید دژوندانه مصؤن ضمانت او اميد ورکړل سي، هغوی ته په افغاني سوله ایزه ماحول کې امنيت، د هغوی و شخصیت ته ددې ټولني دراتلونکو معمارانو په حيث د سالمي ودي او تحرک امکانات برابرکړي ، هغوی ته دوطنپالني اوافغانپالني عالي سالمه روزنه ورکړي او هغوی په انساني، مترقي اواخلاقي افغاني ادابو مجهز کړي . د هر ملي، مترقي او اسلامي دولتونو او حکومتونه، ګوندونو او سازمانو مسؤليت او لومړنۍ وظيفه دا ده چې د ځوانانو د سالمي روزني دپاره ټوله مادي او معنوي امکانات دهغوی دخدمت دپاره په کارواچوي . ملي ارزښتونو او افغاني ملي هويت ته يې درناوی وسي، هغه وساتل سي، په وطن کې سوله او امنيت ت� �مين اوځوانان د بې مسؤليته جنګسالارانو او بنسټپالانو دولکې نه خلاص کړي او د دغه انساني او اخلاقی غوښتونو په وړاندي ددې وطن دراتلونکې وارثینو په توګه د هغوی په وړاندي د مسؤليت احساس وکړي . په بهر کې دافغاني ځوانانو د سالمي روزني په بهير کې به ښایی د ډېرو په اند پردې خبره سلاوي چې ځوانان بايد دغه واقعيت ته نن تن ورکړې چې په نورو ټولنو کې دوی په افغاني هويت سره پېژندل کيږي . هغوی په لومړي ګام کې خپل دغه د افغانی کورنیو کرکټر او هويت بايد و ساتي او اجازه ورنکړي چې دلوېديځ فرهنګ يې د شپيشتو پر درخته و خېژوي او دواړي يې و� �خطا کړي . دسالمي � �وزني په بل ګام کې د خپلي ژبي ساتل او هغه ته وده ورکول دي . ځوانانو ته دغه واقعيت � �وښانه دی چې د هغوی د ژبي وده دهغوی د افغاني شخصيت دساتلو معیار دی . مشرانو ته درناوی هم هغه اصل دی چې د ځوانانو افغاني کرکټر پکښې تمثليږي او يقين دی چې ځوانان به په ډېر مسؤليت سره وهغه ته توجه کوي . البته دغه احترام داقتصادي وابستګۍ په خاطر نه بلکه د کورنيو د اخلاقي اړيکو د ودي او ساتني په خاطر ارزول کيږي . ډېر ځوانان په دې باور دي چې ودې اصل ته دهغوی پاملرنه په دې خاطر هم ده چې همدا دوی دي چې سبا به د خپلو مشرانو ځای نيسي او پخپله به د افغاني کورنيومشران وي او هغه وخت به بیا همدا دوی وي چې دغه شاني درناوی به دځان حق بولي . مشر او د مشرانو احترام او درناوی د انسانی او افغانی اخلاقو دادابو اوج او په افغاني ټولنه کې همدغه اصل د « ځوانانو د سالمي روزني » په ترازو کې دروند وزن لري . خو په یقین سره د مشرانو هم دې نکتې ته پام دی چې نړۍ د چټک بدلون په حال کې ده . دغه بدلون د ځوانانو د سالمي روزني پروسه تر تأثير لاندي راولي . دې خبري ته سوچ په کاردی او لا د همدااوسه څخه روښانه ده چې کله نني ځوانان و پنځوس کلني ته رسیږي نو د نړۍ نفوس به نهه مليارډه بني آدمان و لري يعنی دنني نفوس نه دوه ځله زیات . په هغه وخت کې به دغه دنفوسو تراکم او ورسره نوري ستونزي او ډېري ژوري ناخوالي به طبعاً د هغه څه نه ډېر توپير ولري کوم چې نن يې ځوانان آزمويي . د غذایی م نابعو تدارک،لوږه، مهاجرت، کار، ښونه او روزنه او د چاپيريال اقليمي بدلون به په هغه وخت کې بل شاني مفاهيم ولري . د نن ورځي ځوانان چې د دومره روحي، محيطي او د جګړې نه راپېښ سوی رنځونو سره لاس اوګرېوان دي په راتلونکي کې باید ډېري نوري ستونزي هم حل کړي . خو په سبا پسې باید د هم دې نن څخه پل راواخيستل سي . دهغه سبا بنیادونه باید همدا نن کښېښودل سي . هغه څه چې د ځوانانو راتلونکې تهدیدوي د هغه دپاره باید همدا نن اقدام وسي او هغه هم په ډېره مسؤلانه او واقعبينانه توګه . یقیناً د ځوانانو په وړاندي به د سبا نوي ستونزي د ننيو اوپرونيو ستونزو سره يو ځای حل کيږي او د ا به د همدې نسل پر اوږو يو لوی بار وي . د مشرانواو کورنيو مسئولينو اوس بايد ودې ټکي ته پام وي چې د خپل عادت پر خلاف دځوانانو په باره کې يوازي دلته او هلته څه و نه وایی، بلکه په م ستقیمه توګه د هغوی سره خبري و کړي .هغه ستونزي او دامونه چې د ځوانانو په وړاندي پراته دي هغه په علمي او ریالیسټکي توګه هغوی ته ور په ګوته کړي . ددغه سرګردانه او بې ګناه ځوان نسل، ددې غملړلې وضعي نه د را وتلو او نجات لاري اوس هم په کورنيو کې نغښتي دي او حل يې هم باید د همدې ځايه څخه را شروع سي او په هر لحظه کې پل پسې راواخيستل سي . کورنۍ په ګډه مخکې تردې چې ځوان نسل داوسنيو ناخوالو په ګرداو کې ډوب سي باید هغوی دداسي ناخوالو او پرتو دامو څخه باخبره او راويښ کړي . هغوی د خپلو انساني او اخلاقي رسا� �ت و درک ته متوجه اودهغوی د مسؤليت احساس دوه ځله زيات تح ريک او تقويه کړي . په بهر کې چې دغه موجوده فرصتونه په لاس کې دي که دهغه نه د ځوان نسل سره په ژوندي مثالو د افهام او تفهيم په روحيه سره کار وسي ، مشران به ددغه فرصت نه په استفادې سره دلته دغه امکان ولري چې د ځوانانو سره د بحث د ژوندي مثالونو او د روزني د میټوډیکي مسئلو عملي عرصې پراخي او د لوېدیځي ټولني دغه رواني بې بندوباريو نتېجې د ځوانانو په واک کې کښېښږدي . دلته اوس په امر ونهي سره نه بلکه د کار په علمي او منطقئ میټود او د ژوندي مثالو په را وړلو سره د ځوانانو دسالمي روزني اصول د ورځي د غوښتونو او شرايطو سره بدلون پيداکولای سي . خو هدف یې هماغه په بشري ټولنه کې د انساني عواطفو او اخلاقياتو ساتل او هغه بیا و هغه ځاي ته رسول دي چې د انسان اوانسانیت د اشرف المخلوقاتو وجه پکښې منعکس او و خپلو اخلاقي مدارجو ته و رسول سي . دافغاني کورنيو اصالت او � �اتلونکې باید وساتل سي ، دا کورنۍ دي چې په ځوانان کې ددغه شاني مسؤليت يو احساس را پاروي او هغه بيا پا� �ي د هغوی پاېلې دي چې د ځوانانو په ژوند کې پاتي کيږي او وده کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرل يحىى: ايران دچانه نه ويريږي", "output": "ايران ويلى دى چې دايران حكومت دچا ددړكونه نه يريږى او دامريكې سره دهرقسمه مقابلې كولو ته تيار يو دايران دانقلابى ګارډز مشر جنرل يحى رحيم صفاوى ووئيل چې امريكا دانقلابى ګارډز په كاميابو باندې خفه ده او مونږ امريكا ته د انقلابى ګارډز لخوا پوره ځواب وركولاى شو. دهْ ووئيل چې مونږ دامريكا خلاف مقابلې كولو ته تيار يو او د صدربش انتظاميې د ايران انقلابى ګارډز د ت� �هګرو په تنظيم كښې د شاملولو منصوبه بندى كوى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شپږ لکه بې وزله کورنیو ته به پورونه ورکړه شي", "output": "د افغانستان شپږ سوه زرو بې وزله کورنیو ته به کوچني پورونه ورکړه شي دا خبره د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر د افغانستان شپږ سوه زرو بې وزله کورنیو ته به کوچني پورونه ورکړه شي دا خبره د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر محمد حنیف اتمر نن په کابل کښي خبریالانو ته کړې ده اتمر ویلي هغه 125 ملیونه امریکایي ډالر ه چه یې په دې ورستیو کښي د کاناډا او انگلستان د هیوادو د کلیو او پراختیا د وزارتو له خواه تر لاسه کړي په دوویشتو ولایاتو کښي اړینو شپږ سوه زرو کورنیو ته د کوچنیو پورو په توگه وویشي .اتمر ویلي دا پیسې به بیا هم د 6 موسسو له خواه په افغان کورنیو وویشل شي خو په سر کښي به دا پورونه هغو بزگرانو ته وویشل شي چه د کوکنارو له کښت نه لاس په سر شوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان : د هلمند پوليس دروغ وايې!", "output": "يو بي آدرسه له نا څرګند ځاي يوسف نومي كس چې ځان ته د طالبانو په استازي توب د وياند لقب وركوي وايې د هلمند چاودنه د دوي له خوا تر سره شوي خو دومره مرګ ژوبله يې نلرله چې څومره د هلمند پوليسو اعلام كړي وه. د هلمند د والي وياند محي الدين خان وويل په دي چاودنه كې ۱۷ تنه چې لس تنه يي ماشومان دي وژل شوي او څه باندي ۴۵ تنه ژوبل شوي دي . قاري يوسف وايې دا چاودنه له ريموټ كنترول بم څخه رامنځ ته شوه او يوازي ۷ تنه پكې وژل شوي او هغه هم هغه كسان دي چې دولت پلوي دي. دا چاودنه چي د لښكر ګاه ښار په مركزي بازار كې رامنځ ته شوه په پايله كې يې د افغانستان د ديموكراتيك جمهوريت د واكمني پر مهال د هلمند و� �ايت امنيه قوماندان خان محمد د هغه يو ورور او څو تنه ساتونكي هم پكې وژل شوي وو. په داسي حال كې چې انتحاري حم� �ي په افغانستان كې لرغونتوب نلري كارپوهان هغه له عراق څخه افغانستان ته صادرونكي پديده بولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بريتانيايي پوځيانو د خپلو نيولو په اړه جزئيات تشرېح کړل", "output": "بريتانيايي سمندري پوځيانو له آزادۍ وروسته په لومړنۍ مطبوعاتي غونډه کي د پارس خليج په اوبو د خپلو نيولو د پېښي په اړه په روښانه توګه خبري وکړې. هغوى وويل چي په ايران کي د بند ډېري ورځي يې په يوازېتوب او تر رواني فشار لاندي و، سترګي يې تړل شوي وې او په پرله پسې توګه ترې څېړني کېدلې.له دغو سمندري پوځيانو څخه ٦ تنو له دوولسو ورځو بند وروسته تېره ورځ د انګلستان په چيونور ښار کي په يوه مطبوعاتي غونډه کې ګډون وکړ او د خپلو نيونه يې غير قانوني وبلله.په دغه بيانيه کي راغلي چي پوځيان د نيولو پرمهال د عراق په اوبو کي و، اوهغوى ته ويل شوي چي د اعتراف پر مهال به خپل هېواد ته ولېږل شي او پرته له دې به په ٧ کاله بند محکوم شي.په عين حال کي له دې پوځيانو څخه يوه تن خبريالانو ته په مجموع کي د ايران چلند انساني وباله او وويل له خوراکي توکو، اوبه او هان دا چي د اړتيا وړ سګرتو سره مو ستونزه نه درلوده ، خو موږ ته يې يو له بله سره د خبرو اجازه نه ورکوله. في ټرني په نيول شوو کسانو کي يوازينۍ ښځه وه چې د ډېرو رسنيو پام يې ځانته راواړول، په دغه مطبوعاتي غونډه حاضره نه وه. په دغه غونډه کي د حاضرو وياندو په وينا في ټرني د نيولو په لومړۍ ورځ له نورو څخه بېله شوې وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هرات په دارالمعلمين کې چاودنه شوې", "output": "نن سهار د هرات د پيداګوژى په انستيتوت (ښځينه دارالمعلمين)کې چې دا زادى باغ ته مخاخ موقعيت لري چاودنه شوې چې له امله يې ٨ تنه زده کونکى ټپيانې او يوه ميرمن مړه شوې ده . د روغتون د ډکترانو په وينا يوازې د يو ې ټپى شوې زده کونکى روغتيايي حالت يو څه د انديښنې وړ بلل � �وي دي . دهرات والى سيد حسين انورى چاودنه د هېواد او سولې د دښمنانو کار بللۍ دي. چاودنه نن سهار د ٩ نيمو بجو په شاواخوا کې د انګليسى زده کړود څانګې په څلورم ټولګى کې رامينځ ته شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان خبريال د اعدام حکم او نړيوال غبرگونونه", "output": "د خبريالانو د ملاتړ یو شمیر په کور دننه او نړیوالو ټولنو د هغې محکمې د حکم غندنه وکړه چې اسلام ته د سپکاوي په تور یې افغان خبریال پرویز کامبخش ته اورولی.د بلخ ولایت اپتدایه محکمې د چهارشنبې په ورځ د جهان نو د خپروني خبریال پرویز کامبخش اس� �ام ته د سپکاوي په تور په اشد مجازات ( اعدام) محکوم کړ .د محکمی مشر مولوی شمس الرحمان مومند خبریالانو ته وویل چې کامبخش په خپله یوه لیکلي مقاله کې د قران شریف د بقرې سورۀ ځیني آيتونه تحریف کړي او هغو ته په اشاره یې ویلي چې د اسلام په دین کې د ښځو حقوق تر پښو لاندي کړاي شوي په داسي حال کې چې د بقرې په سوره کې هیڅ کله هم داسي ندي راغلي .پرویز کامبخش دا مقاله څه باندې دری میاشتي دمخه د جهان نو په خپرونه کې چاپه کړه او یوه ورځ وروسته د بلخ ولایت د څار گرې ادارې په دستور له خپل کور څخه ونیول شو او له هغه راهیسي په بند کې پروت دی .د جهان نو خپ� �ونې مسول مدیر قیوم بابکبیا وایې چې دا مقاله کامبخش له انترنټ څخه کاپی کړي او دا د هغه لیکنه نده خو محکمې د ښاغلي بابک دا خبره بی بنسټه وبلله او قاضیانو وویل چې کامبخش په خپل جرم اعتراف کړی دی قیوم بابک ادعا وکړه چې کامبخش د قران شریف دریمه برخه په یادو لري او هیڅ کله هم اسلام ته د سپکاوي هڅه نشي کولای .د کامبخش په اړه د اعدام د حکم خبر تیره ورځ او نن سهار په ټولو غربي مطبوعاتو کې په پراخه کچه خپور شو او نړیوال غبرگونونه یې هم له ځان سره لرل..د محکمې دې پریکړي ته په لومړي سر کې د بی پولو خبریالانو نړیوالي ټولنې قهرجن غبرگون وښود او د بلخ د قاضیانو دا پریکړه ېې غیر عادلانه ښودلي او د کامبخش د خوشي کیدو غوښتنه یې کړي ده .دې ټولنې په ولسمشر ک� �زی غږ کړی چې په دې قضیه کې مداخله وکړي. هلته په بلخ کې د جهان نو د ورځپاڼې مدیر مسول قیوم بابک بینوا ویب پاڼی ته وویل چې د محکمی یو څارنوال بلخ میشتو د کامبخش ملاتړ کونکو ته گواښ کړی چې له دې دوسیې ځانونه لري وساتي که نه نو د کامبخش به برخلیک به اخته شي.د کامبخش کورنۍ او ملگري وایې چې د محاکمې بهیر غیر عادلانه وؤ ځکه نوموړي ته دا اجازه نه وه ورکړل شوي چې مدافع وکیل ولري.په ورته وخت کی د خبریالانو نړیوال فدراسیون ( ای ، اف ، جی) ویلې چې د پرویز محاکمه آزاده نده تر سره شوي او په دې سربیره هغه ته دا حق نه وؤ ورکړ شوی چې مدافع وکیل ولري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ورستى روغبړاووروستى ديدن !!", "output": "له ډېره وخته مي سترګي دعبدالصمد(روحاني )دڅېرې سره اوغوږونو مي ددغه خواخوږي ځوان دنوم له اورېدوسره اشناوو ځكه نوموړى په هلمندولايت كي يوله هغوتكړه ځوانانوڅ خه ؤچي قلم يې شعر،ليكوالۍاوژورناليستۍته ښه جوړؤ . زه چي دده څېره راپيادوم نوماته دده ورين تندى اوله خندا� �كه خوله راپياديږي اوداددې معنى لري چي خداى بخښلى (روحاني)په كندهارۍاصطلاح ((يودنامي زوى اوديارانويارؤ .)) هرمهال چي (روحاني) راسره مخامخ سوى ؤنوپه ډېرورين تندي اوخندانه لهجه به يې دكندهاردټولوفرهنګيانواوژورنا� �يستانوداحوال پوښتنه راڅخه كوله اوبيابه يې وروسته دهلمندي قلموالوپه راليږولوسلامونونازولم . ددغه ځوانيمرګ دمرګ خبرمي په لومړي ځل له طلوع ټلوېزون څخه په داسي حال واوريدچي هيڅ باورمي نه كېده چي زموږدغه قلموال دي دمرګ توري بلاته په لاس ورغلى وي ځكه نوموړي له هيڅ چاسره دښمني نه لرل اونه يې هم كوم څوك ازاركړى ؤ تل به يي همداخبره كوله چي ځوانان بايدكاروكړي اودزړونودزهيرېدوپرځاى دخپل هيوادچوپړته لستوڼي راپورته كړي . نوموړي كه څه هم په ژورناليزم كي مسلكي زده كړي نه وي كړي خوله دغه مسلك سره يې دونده مينه درلوده چي � �ه رپوټ اورېدوڅخه يې داسي ښكارېدل لكه ديوه مسلكي ژورناليسټ راپورچي څوك اوري . دده په راپوركي تل دژورناليزم ټولواخلاقوته پاملرنه سوې وه اوهڅه يې داوه چي دژورناليزم داصولوله مخي دځپلوهيوادوالوله احواله مسؤل كسان خبركړي . نوموړى نه يوازي دبي ،بي،سي اوپژواك اژانس لپاره كاروكاوه بلكي په هلمندولايت كي دخپ� �واكي مجلې (بګړۍ)مسؤل مديريت ته يې هم په پوره ايماندارۍسره اوږه وركړې وه اوپه دې مجله كي يې هم دهلمنددناخوا� �وراڅرګندول ستره موخه وه . دژورناليزم ترڅنګ هغه يوتكړه شاعر،ليكوال اوښه اناونسرهم ؤ اوپه خپلوليكونواو� �عرونوكي به يې دظالمانوظلمونوته ګوته نيول اودسټيج پرسرچي به كله داناونسرۍلپاره ودريدنوپه يوه ښه اندازبه يې شعرونه ويل اوناست كسان به يې هڅول چي دغونډي يامشاعرې ترپايه ورسره پاته سي ،چي دغه كمال دهرچاكارنه دى خودادروحاني(روحاني ) لوى كمال ؤچي په خندانه لهجه به يې شاعران دشعرويلولپاره ددريځ سرته رابلل. ځوانيمرګ (روحاني) دحق ملګرى اوپه دې لاركي له هيڅ ډاراوګواښ څخه (خار)نه خوړى ځكه دى پوهيدى چي : ((حق نه ټوكيږي په باران داوښكو &nbs; p; حق هميشه دوينواوبه خو� �غواړي .)) همداوسبب ؤچي زموږدغه خداى بخښلي ياردحق درختي ته دخپل زړه وينه وركړه خودبيان دخپلواكۍږغ يې پټ نه كړاوپه ښكاره يې دننګياليانولارونيول اودخپل زړه ارمان ته چي هغه دبېچاروږغ راپورته كول ؤ ككرۍخاوري كړه خوچاته يې ټيټه نه كړه. چي خبره راڅخه اوږده نه سي راګرځم خپل مطلب ته اوهغه داچي : دغه ځوانيمرګ خب� �يال ترخپل شهادت يوه اونۍمخكي همدلته كندهارته ديوڅوتنونوروهلمندي شاعرانوسره يوځاى دانارګل دوديزي مشاع� �ې ته دګډون په موخه راغلى ؤ كله چي په ژړي مازيګرنوموړى دمشاعري لپاره ترتيب سوي ځاى (منډيګك ماڼۍ)ته راو� �سيدنوزه دروغبړلپاره ورولاړسوم دروغبړپرمهال يې ټينګ په غيږكي ونيولم اوپه خندايې راته وويل : ((وزن دي زيات سوى دى . ))په هغه ورځ لكه خبرچي ؤچي دامي له ((سپېڅلي))سره وروستى روغبړدى ،ترډېره يې په غيږكي ټينګ نيولى وم اوپه دې حال كي يې دپوښتنولړۍروانه كړې وه ،له ده څخه وروسته مي له نوروهلمندي شاعرانوسره هم روغبړوكړا وبيام ي دمشاعرې ترپيل كيدوترمخه دخپلي ادبي خپروني (شپه ،شپون اوشپېلۍ)لپاره دهمدې مشاعرې دجوړېدپه اړه دنظرغوښت� �وورته وويل په ډيرورين تندي اوخندانه څېره يې راته وويل : ((زه پرپوښتنوغښتلى يم خوپرځوابونوباندي نه .))ماو� �ته وويل زه هم ډيري پوښتني نه درڅخه كوم يوازي ستاسونظرغواړم ،هغه ؤچي دانارګل مشاعرې په اړه يې خوراښه اوم عقول نظرراته وړاندي كړاوماهم ثبت كړ. شهيدعبدالصمد(روحاني )دغسي مشاعرې ډيري ګټور ي وبللې اوبيايې په هلم ندكي دجوړي سوي مشاعرې (دهلمنددڅپاندسيند) په اړه هم ډيري خبري راته وكړي او په ګيله راته وويل چي نه وې راغلى ؟ !! زه څه پوهيدم چي دابه زماله خپل ګران ملګري اوهمسلك ځوان (روحاني)سره ورستۍخبري اوورستى روغبړي وي !! اوبيابه ترقيامته له يواوبل سره ونه ينو!!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکاغواړي دبمونواوډالروپه زورپرنړۍ باداري وکړې!", "output": "داشغالګروپوځونوو� �ځنیوناخوالووحشتونواوظلمونوته په کتوسره به داخبره بی ځايه نه وي چې څوک ووايي چې داسره شین سترګي وحشي پوځونه دشرابوپه نشومست نه داچې دي پاک غیوراوباشهامته هیوادته دسولي اوامنیت اوپکي دسمي قانوني اداري دن� �توالي لپاره راغلي دې بلکه دوئ هغي تاریخی دښمنۍ چې له مسلمانانوسره يي له هروخته لري اويوڅ واوسپنزوتوکواوډیر لږبی معنااوغیرحقیقی توان وغولول چې غوښتل يي ټوله اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه افغانستان چې په تاریخ کي يي نوم داسیازړه دی ترخپله ولکه لاندي راولي اوهغه څه ترسره کړي چې څوک يي په لیکلواوویلوسره � �رمیږي اوغوښتل یي دبمونوپه اورولواوډالروپه خاوري کولوسره هغه خپل وختني کرغیړن هدفونه ترلاسه کړي چې له وخته يي لاورته ارمان پرزړه پاتی وو، چې هغه دمسلمانانوذلیل کیدل اواسلامي هیوادونه ترخپل واک لاندي راوستل اودهغوئ دادارودچاروواګي په خپلولاسونوکي اخستل چې څرنګه چې يي زړه وي هماغسي وکړي ،یعنی دواده شوروايي پ� �خپل طبعیت سموله ، خوکله چې دي ستونزمن ګردآب ته راښکیل شول اودوخت په تیریداسره ورته څرګنده شوه چې په دومره دوه چنده نورزیات زوردرلودلوسره سره هم له دي کارونونه یوهم سرته نه رسیږي ،نودهغه چاپه کانه په وشوه ، وايي چې یووخت یوڅونرښځیانودغلاکولواراداه وکړه په لاره کي پټ کښينستل چې که یولاروی راغلونووبه يي شکوې که ګوري چې له یوي خواڅخه کلال،منګي جوړونکی اوپلورونکی چې منګي يي پلورلي اودکورپرخواروان دی راغی نرښځیانوخپل یوه ملګري ته وویل چې مونږبه غلي شوته ورته په لاره کي ودریږه ،هغه وویل سمه ده ، کله چې منګي جوړونکی راورسیدن� �ښځی مخی ته ورغی ورته وي ويل : مامامونږ خوغله یوکه یوڅه درسره وي ، منګي جوړونکی چې طبعاستومانه هم وواويوه نرۍ لښته ورسره وه په ډيره خواشوني سره نرښځی پرغوږباندي وواهه ،نرښځی چې دمقاومت يي هیڅ توان یې نه درلودپه م نډه شواوخپلوملګروته ناري کړي چې راځئ خوري ويي پيژندلو، امریکاپه لومړي سرکي داهیڅکله نه منله چې � �ه دومره ستونزوماتي اودغیورولس اوغیرتمنومجاهدینوله سختی مبارزي اوکلک مقاومت به سرمخ کيږي ،خو اوس ټولي نړۍ خپلواوپردووړواوزړووپيژندله ،اوټول ورڅخه ورځ تربلی له دوستۍ نه لاس په سرکيږي ، اشغالګروچې کله دوخت په تیریداسره وضعه ښه خوندره ونه موندله ،اوداورته ښه په زړه پوري شوه چې له شموهیلواونارواارمانونونه یوهم دقیامت ترورځي پوري پوره کیدلای نشي ، ځکه يي نوپه هغسي ناخوالواووړندوبمباردونولاس پوري کړچې له اسلام ،قانون، اوانسانیت نه خلاف بلکه حیوانان لاپه داسي کړودخپل څښتن لخوارټل کيږي چې په دي وروستیوورځوکي هسکه م ینه ،هرات ،اودکندهارشاولکوټ يي بیخي ښکاره بیګلي دې ، چې پکي په سلهاووتنه ماشومان،ښځي اوعام خلک په ډيرظلم دواده په مراسموکي په بمباردونو اوبمونوشهیدان شول ، اوکورونه يي له خاوروسره خاوري شول ، په دي کي هیڅ شک نشته چې له کړۍ ورځ بمباروروسته دبخښني غوښتنه داپه ډاګه کوي چې داکاريي بی ځايه بی هدفه اويواځي دمسلم انانودزوریدااودخپل فرعونیت دڅرګندوالي په خاطرترسره کړ،کنه په دي کي دوئ هم بله هیڅ دګټي وړلاس ته راوړنه نه درلوده ، په پای کي دټولي اسلامي نړۍ له مسلمانانوپه ځانګړي ډول له افغانانوڅخه په کلکه اودخپل خدای جل جلاله په خاطرغوښتنه کوم چې یوڅه خوداخپل ګریوان ته سرونه ټيټ کړئ اودااحساس وکړئ چې ولي دنړۍ کافران دډالروپه بدل کي ورځني هغه اصل جوهرلکه ایمان ،اسلامی غیرت ، پت اوعزت اوخپلواکي وړي ، اويواځي په مقابل کي � �رمندګي دکفاروغلامي سرټيټي اوناکامی اونه زائیلیدونکی ذلالت ورپه برخه کيږي وبس ، ولي خپل حیثيت اوخپل حق نه پيژني ، آیاداواحشي قواوي به دنړۍ هیوادونوته دهمدي خپلوناروااوبی انتهاء ظلمونودترسره کولولپاره هم داسي په ارزانه قیمت ورداخليږي ؟ ولي څوک دخپلی دفاع حق نه لري ؟ دخپل اسلام اوپاک دین پت اوعزت اوابرودبی ځایه کیداپه خاطرقرباني نشي ورکولای ، چې دپنځوورځودژوندپه قرباني کولوسره ورته په دنیااواخرت کي ست� �اوویاړمن بری ورپه برخه شي ،( وفی ذلک فلیتنافس المتنافسون ) ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نړيوالو تاسي هم ويښ سئ! (عبدالهادي ريشاء)", "output": "وامي ورېدل، چي روانه مياشت په نيويارک کي د پښتنو له خواد (تشدد ضد) یوکنفرانس جوړيږي، د دې دپاره چي پښتانه يوار بيا د ستر مشر خان عبداغفا� �خان پر ګام خپل ګامونه پورته کړي. دا دئ زه خپل پیغام ستاسو دلاري ورلېږ م.--------------------------------------------------------------------------------د( عدم تشدد) فلسفه په ټولو مذاهبوکي ټينګي ريښې لري. � �اوخوا سل کاله دمخه مهاتما ګاندي او پاچا خان مخلصانه دا فلسفه را پورته کړه، وفا يې ورسره ښکاره اوکړه يو څه � �ونق يې ورکړئ ٠ د هند نفوس، اقتصاد او د ګاندي دپيروانو پوه ټول هغه عوامل وو چي دهند اقتصاد ته يې د ودي پر لور حرکت ورکئ او دا ارغړۍ يې په بري تر يو وخت پوري ولغړول ٠ خو د پاچاخان طرفدارانو د پښتنو د عدم اتحاد او تيت و پرکو افکارو په وجه دشملې، برېتو او بوړی خبري کولې، نو ګواکي دعدم تشدد لار په خپله زمرو او تور زنو وتړل او پ� �مخ نه ولاړه، څه وخت يې يوازي نوم يادېدئ ٠ وروسته چي دعدم تشدد فلسفه نويو سياسي جريانو داټومانو سرګلوله وګرزول، نو په بعضي مذاهبو کي به دقدسيت په نامه دسياسی ګټو پر مهال رامخ ته کيدله. کله چي نوي سياست خپله بڼه واړول او دتشدد لار يې غوره کړل، ترهګري يې ځيني جوړه کړه، نو کار تر کار تير سو او د پښتنو تر وس ووتل٠ اوس دا عظيم تحريک دټول بشريت په متحد فکر وعمل وړاندي تګ کولای سي ٠او دا سطحی خبره نده، ډېر سوچ غواړي٠ پښتانه چي دسيمي دسطرنج پر بساط د(اټم –دارانو) لخوا را ګردي سوي دي او( زِچ) پاته دي. پدې وخت کي زما په فکر دا اواز بله معنی نه لري بېله دې چي، اې يلغرګرو راسئ او زموږ څخه امضاء کړی مکتوب واخلئ! چي دا مکتوب به هم بيا دډيورنډ په شان يوه قابل اعتبار موافقت نامه وي او د ملل متحد په تالار کي به دستخطونه پر لويدلي وي ٠ که پښتانه مشران اوس بيخي ډېر احتياط ونکړي، د نازوکړو مسؤليت به يې په غاړه وي ٠ يوه بله خبره هم کوم هغه دا چي، پر دې سيمه که ديوه پراخ جنګ دودان او لمبې پورته سوې نو لمړني قربانيان به يې پښتانه وي٠ پښتنو! بدي ورځي تاسو ته ګوري، منطقه هم په امن کي نه پاته کيږي او پر نړيوال اقتصاد به هم تورکڼي او بڅرکي و پاشي؛ يوازي منطقي ته نه وايم بلکي نړيوالو ته هم وايم چي ويښ سی!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف احمدي: پینځه حکومتي پوستې مو لاندي کړې", "output": "نتکۍ د طالبانو د ډلي ویاند � �اري یوسف د دولتي ځواکونو له خوا د زابل د عملیاتو په اړه د بیلا بیلو رپوتونو د ورکولو وروسته نن سهار وویل چې د زابل مرکز کلات ښار د سورکې په سیمه کې یې پرون مازدیګر یو دولتي رینجر ګاډی او یولس عسکر په یوه برید کې � �ه مینځه وړي دي.که څه هم د زابل امنیتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو ښاغلی احمدي وایې چې د زابل په میزانې ولسولۍ کې یې هم دولت پلوه قوتونو ته تاون رسولی.د احمدي د وینا له مخې چې د م یزانې ولسوال د تکر په سیمه کې یې پرون پینځه دولتي پوستي نیولي، ۱۵ عسکر یې وژلي او پینځه دولتي موتر یې هم سوځولي دي.د زابل په ولایت کې په دې ورستیو کې د جګړو لمن د پام وړ پراخه شوي ده.دغه ولایت تیر کال تر ډی� �ه بریده د طالبانو له حملو خوندي وو خو سږ کال پکې د ګاونډي غزني او کندهار په پرتله ډیري د نا امنۍ پیښي تر اوسه لیدل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر حامد كرزى روم ته روان سو", "output": "د افغانستان جمهور رئيس ح امد كرزى د كابيني د غړو په ګډون د اېټاليا پلازمېني روم ته روان سو. ټاكل سوې ده چي ولسمشر كرزى به د روم په هغه نړيوال كنفرانس كي ګډون وكړي چي په افغانستان كي د قضايي قانون د ټينګښت په اړه جوړېدونكى دئ. دغه دوه ورځنى كنفرانس نن دوشنبه د جولاى پر دوهمه په روم كي د اېټاليا د حكومت په نوښت پيليږي، چي موخه يې په افغانستان كي د قضايي سيسټم په وړاندي د پرتو ستونزو څېړنه او د له منځه وړلو پر لارو چارو غور كول دي. په روم كي دې جوړېدنكي كنفرانس ته د ګډون لپاره د نړۍ د سترو صناعتي هيوادونو پر استازو برسېره د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانكي مون او د ناټو سازمان مشر ياپ دي هاپ شيفر هم بلل سوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارزګان : د ماين چاودني د ملي اردو سرتيرو ته مرګ ژوبله واړول", "output": "تيره ورځ دكندهار په ګاونډي ولايت ارزګان كي د ملي اردو دسرتيرو پر موټر د ماين چاودنه سوي ده چي په ترڅ كي يي د ملي اردو دوه تنه وژل سوي او دوه تنه زخمي سوي دي . د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان بريد جنرال شيرمحمد ځاځي بينوا ته وويل چي چاودنه د بلوچي په سيمه كي سوي ده او ياد زيان يي هم تايد كړ . احمد لودين"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوس مو خپل خداى را وبولئ چې رانه و مو ژغوري", "output": "محمد يونس برهان (کب ٥ مه، ١٣٨٤) ها بله ورځ له بهر څخه راغلى د مجددي صاحب د کورنۍ يو وتلي غړي راته د هغه د روحاني کورنۍ د سټو د نيولو کيسه کوله . دى کابل ته د دې لپاره راغلى و، چې دلته په محکمه کې د هغه چا پر وړاندې شاهدي ورکړي، چې د ده د کورنۍ سربېره يې نور په زرګونو کسان هم وژلي دي . هغه ويل، کله چې يې زما پلار، نيکه، ترونه او د کورنۍ نور نارينه غړي، چې ٣٥ تنه کېدل، يوه شپه پل چرخي ته بوتلل، په دا بله ورځ راغى او راته ويل يې: ((اوس مو څنګه حال دى مستبدينو، فيوډالانو او اخوانيانو؟ اوس مو خپل خداى را وبولئ چې رانه و مو ژغوري .)) همدې سړي د محکمې وروستۍ غونډې ته نږدې ٢٥ ورځې مخکې وويل: ((زه بېګناه يم، زه بايد خوشى شم، ما خو هېڅ نه دي کړي.)) دا ښاغلى، په افغانستان کې د کمونيستانو د واکمنۍ د وخت د اګسا( استخباراتو) د مشر، اسد الله سروري و، چې د کب په ٦مه يې محاکمه بيا پيلېږي . دا د اوسني دولت لپاره کېداى شي د جنګي جرمونو تر ټولو غټه دوسيه او د عدالت لويه ازموينه وي. د اسدالله سروري پر ضد، چې له نږدې ١٣ کلونو راهيسې په بند کې بې له محاکمې او تر سږ کاله پورې بې پوښتنو ګروېږنو ژوند تېروي، ډېر داسې تورونه شته دي چې کېداى شي هغه د اعدام له جزا سره مخامخ کړي . نوموړى تورن دى، چې په زرګونو خلک يې نيولي، شکنجه کړي او وژلي دي. آن، د هغه پر ضد د ټولوژنې تورونه هم شته. دا د پخواني کمونيست پلوه دولت د جنګي مجرم او په ټوليزه توګه په تېرو څلورو کلونو کې د حکومت لخوا د جنګي جرمونو په تورونو لومړۍ محکمه ده، خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د هغه په قضيه کې چې روانه ده، ډېر تورونه سياسي راوړل شوي دي . که څه هم هغه اوس دموظف څارنوال له خوا د لږ تر لږه ١٨٠ا تنو په وژنه تورن شوى او داعدام غوښتنه ورته شوېده، خو په روانه قضيه کې پر هغه لګېدلي تورونه ، داسلامي دولت ضد کړنې دي او د داود خان د مهال د جزا قانون په رڼا کې محاکمه کېږي، چې په هغه کې د جنګي جرمونو په اړه ډېر څه نه دي ويل شوي. د ده پر وړاندې د سياسي قضيې مخکې وړل، کېداى شي د هغه محاکمه نوره هم ډېره وځنډوي او په پاى کې يې جزا هم سپکه کړل شي. اسدالله سروري دغزني اوسېدونکى دى او دکمونست پلوه واکمن نور محمد تره کي دادارې (چې په ١٣٥٧ لمريز کال دغويي په اومه ديوې کودتا له لارې واک ته ورسېد او د ١٣٥٨ دوږي تر ٢٥ نېټې پورې واکمن پاتې شو) داستخباراتو درييس په توګه دنده اجرا کوله . سروري چې دکارمل دحکومت ١٣٥٨ په لومړيو ورځو کې يې دانقلابي شورا او دصدراعظم دمرستيال په توګه دنده تر سره کړې ده ، په ١٣٧١ کال کې داسلامي دولت له خوا ونيول شو او تر اوسه يې١٣کاله دپنجشېر او کابل په بنديخانو کې تېر کړي دي. سروري دمجاهدينوتر بري مخکې په هندکې اوسېده،چې بياوروسته د مجاهدينو لخوا دکابل له نيولوسره سم،هېواد ته راستون شو،نوموړى دلنډ مهالې ادارې تر راتګه پورې په پنجشير کې دقوماندانانوله لوري نظربند و. زه بېګناه يم سروري دلومړي ځل لپاره دروان کال دمرغومې په ٥مه په کابل کې يوې ښکاره محکمې ته حاضر شوى و، او بيا دسلواغې په ١١مه د محکمې په غونډه کې راښکاره شو، خو دواړه ځلې د سروري په غوښتنه پرېکړه وځنډېده. د محکمې په دواړو غونډو کې د تر ټولو بدنامې ادارې مشر، چې لا هم ځان بېګناه بولي، د اعدام د غوښتنې لپاره په سلګونو خلک را ټول شوي وو. د شهيدانو د کورنيو قهرجنو خپلوانو ژر تر ژره د سروري اعدام غوښت، خو محکمې د تورن په يوه کوچنۍ پلمه، چې ګواکې قضيه يې نه ده لوستې، دوه ځلې پرېکړه وځنډوله. محکمې بيا هم له شاهدانو او د قربانيانو له کورنيو څخه غوښتي دي، چې د محکمې غونډې ته راشي. دا ځلې پر بېلابېلو ولاياتو سربېره، ان له اروپا او نورو بهرنيو هېوادونو څخه هم د سروري د جرمونو شاهدان او د شهيدانو وارثان راغلي دي، خو که بياهم د ابتدايي محکمې پرېکړه ځنډېږي،اټکل کېږي چي دا به د محکمې رښتينى واک تر پوښتنې لاندې راولي. د ورک شويو برخليک څرنګه چې د سروري محاکمه د کمونيستانو د مهال د يواځينۍ او تر ټولو د جګپوړي سړي قضيه ده چې د هېواد د ننه روانه ده، له هغه څخه بايد د وژل شويو او نيول شويو کسانو د برخليک په اړه پوښتنې ګروېږنې هم وشي، چې په زرګونو کورنۍ ورته لا هم منتظر دي. د هغه د څارګرۍ کسانو هغه مهال تر ټولو ناوړه ځواک وو، چې ډېرى نيونې، شکنجې او وژنې دوى تر سره کولې او تر ډېره ځايه يې د پوليسو دنده هم پر مخ بيوله. ښاغلي سروري کولاى شي د شهيدانو د ډېرو خپلوانو هغه پوښتنو ته ځواب ووايي، چې د دوى د کورنۍ غړي چېرته دي، چېرې وژل شوي، چېرې ښخ شوي او که به لا هم چېرته ژوندي بنديان وي. د محاکمې په تېرو دوو غونډو کې هم ډېرو د کمونيستي رژيم د جناياتونو قربانيانو له سروري څخه وغوښتل چې د هغوى د نيول شويو خپلوانو پته ورکړي. خو، ده سر ټيټ اچولى و. همدارنګه، له سروري څخه بايد د هغه د جرمي شريکانو په اړه هم پوښتنې وشي. ښکاره خبره ده، چې نيونې، شکنجې او ټولوژنې ده په يوازې سر نه تر سره کولې، بلکې د نورو چارواکيو په سلا او مرسته يې دا کار کاوه. د هغو کسانو چې هغه مهال له ده سره د ناوړه کړنو په ترسره کولو کې ښکېل وو، بايد پوښتنې وشي او کوم چې يې ژوندي دي، بايد محاکمې ته راکش کړل شي. قبيلويت او کيڼ لاسې خو، يوه ستونزه چې لا هم د افغانستان وېشلې ټولنه ورسره مخ ده، هغه تر هر څه مخکې د قبيلويت پالنې ذهنيت دى، چې له بده مرغه په دې وختونو کې يې تر مثبتو پايلو منفي زياتې ليدل کېږي. د همدې روحيې پر بنسټ، د سروري د راخوشې کېدلو لپاره په دې وروستيو کې يوه ډله کسان د سروري د خوشې کېدلو د غوښتنې لپاره کابل ته راغلي وو. کېداى شي، له هغوى سره بې له قبيله پالنې پرته بل هېڅ فکر نه وي. دوى څنګه زړورتيا کوي ، چې د داسې جنايتکار د بخښنې غوښتنه کوي، چې د افغانستان رښتيني تاريخ به هېڅکله د هغه ناوړه کړنې هېرې نه کړي؟ زه باور لرم، که همدا سروري نن خوشى واى، په پارلمان کې به وو. خپله خلک دي، چې دوى ټاکي او تېر مهال هېروي. ولې تر دې کچې قبيلويت ته پام وکړو؟ سيد محمد ګلابزوى او نورالحق علومي کوم داسې ښه کار کړى، چې خلک يې د استازو په توګه غوره کوي؟ خپله خلکو تر ټولو ستر جنايتکاران نن بيا واکمنۍ ته رسوي. تر څو داسې تاريک ذهنيت؟ خو، ټوله پړه د خلکو پر غاړه هم نه شي اچول کېداى. داسې برېښي، چې پياوړي بهرني لاسونه يو ځل بيا په هېواد کې د کيڼ لاسيو (چپيانو)، چې نږدې ټول يې پخواني کمونيستان دي، د بيا واک ته رسېدو په هڅه کې دي. په دې کې شک نشته، چې کوم کيڼ لاسي چې اوس پارلمان ته رسېدلي يا په نورو جګپوړو څوکيو باندې کار کوي لږ تر لږه د پيسو په برخه کې له بهره ملاتړ تر لاسه کوي. ويل کېږي د سروري د خوشې کېدو او بخښنې لپاره د هغه پخواني ياران چې اوس په يوه ډول نه يو ډول په واک کې دي هڅې پيل کړې دي، چې د ولسمشر کرزي د حکومت لپاره يوه بله ازموينه ده. خلک به وګوري چې بيا هم څومره ناوړه غوښتنو ته پام کېږي او د ولس په ستونې باندې پښه ايښودل کېږي که نه؟ د افغانستان عدالت بايد له نورو نه زده کړي، چې د جنګي جنايتکارانو محاکمه په څه ډول پر مخ بوزي. په هالنډ کې د افغانستان د کمونيست پلوه ادارې د استخباراتو دوه نور جګپوړي چارواکي، حسام الدين حسام او اسدالله، ونيول شول او په شپږ مياشتې کې يې د محاکمې پروسه ختمه شوه او تر ١٣ کلونو پورې په بند محکوم شول. د افغانستان د دولت که هغو جنګي مجرمينو ته چې نن د قانون جوړونې او نورو دولتي څوکيو په واک کې دي زور نه رسېږي، لږ تر لږه د هغو محاکمه خو دې په عادلانه توګه پرمخ بوزي چې دم ګړۍ يې تر بند لاندې دي او پوره واک پرې لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له پارلماني ټاکنو سره د 11 نیم ملیونه اروپایي یورو مرسته اعلان شوه", "output": "ګرانو دوستانو په لنډ متن کي تر معين وخت پوري څه مه ليکی کابل : ميرويس جلالزی اروپایي ټولني د افغانستان له پارلماني ټاکنو سره د 11 نیم ملیونه اروپایي یورو مرسته اعلان کړه په پلازمینه کابل کښي د نوموړي ټولني د دفتر له خواه د یوې خبر پاڼي په خپریدو د چهارشنبه په ورځخبر ورکر شوی د هغه ټرون له مخي چه د نوموړي ټولني او د ملگرو ملتو د پرمختیایي پروگرام ( یو ان ډی پی ) تر مینځ لاسلیک شو نوموړي پیسې به د ټاکنو د تنظیم د گډ دفتر په واک کښي ورکړ شي ..نوموړي پیسې په داسي حال کښي د ټاکنو د گډ دفتر په واک کښي ورکول کیږي چه یوازي څه باندي درې میاشتي د افغانستان د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو نیټی ته پاتي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډله آلمان ته روانه شوه", "output": "میرویس جلالزی د افغانستان د نجونو د فوټبال غوره لوبډله له کابل څخه د آلمان هیواد په لور وخوځیده.د ملي المپیک د کمیټې د � �سنیو مشر عارف پیمان وایې چې دغه ۲۱ کسیزه ډله به په آلمان کې د هغه هیواد د نجونو د فوټبال له بیلا بیلو ډلو س� �ه سیالې وکړي.که څه هم د طالبانو د حکومت پر مهال نجونو ته د ورزش حق نه ورکول کیده خو اوس افغان نجوني هڅه کوي چې نړیوالو ته خپله وړتیا ور وښیې.ښاغلي پیمان وویل چې د دغه ټیم ټول لګښت د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکول کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کمپيوټر کې", "output": "په کمپيوټر کې ژباره:ميرويس جلالزی2008/05/21 دروغ او خيانت هک کړه له انسانيت څخه کاپي واخله په مينه او محبت چت کوه د ژوند له خوږو خاطرو ويب پاڼه جوړه کړه په مينه ناکو مطلبونو يې اپ ډيټ کړهد زړه په پروفايل کې دې يو مات زړه ته ځای ورکړه د کوګل په ميسنجر کې دي مينه اډ کړه په ريښتيني مينه پيغام راليږهکرکه ډيليټ کړه ښکنځلي رينيم کړه غرور شيفت ډيليټ کړه وايه چې دنيا فاني ده تل را سره مينه وکړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ستره محکمه :د بينظيری په راتگ غور کوو", "output": "(میرویس جلالزی) د پاکستان ستري م حکمې موافقه کړې چی د حکومت د هغه فرمان په قانوني اړخونو باندی به غور وکړی چی په پخوانۍ صدراعظمي بینظیر بوټو باندی یې د رشوتخورۍ لگیدلي تورونه معاف کړي دي. د عفوي دغه فرمان چی تیره هفته د جمهور رئیس پرویز مشرف له خوا لاسلیک سو په میرمن بوتو او نورو سیاستمدارانو باندی د رشوتخوریو ټول هغه تورونه معافوي چی د ١٩٨٥ کال نه تر ١٩٩٩ کال پوری ورباندی لگیدلي وو. دا فرمان د بینظیر بوتو د هغو شرطونو نه و چی غواړی د جمهور رئیس مشرف س� �ه په قدرت شریکولو کی همکاری وکړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کوکنارو حاصلات به راتلونکی کال نيمی شي", "output": "د مخدره توکو پر وړاندي دمبارزې وزارت مقامات وایې چې د هیواد په تودو سیمو کې یې د کوکنارو د کروندو د ماتولو د لړۍ له پیل راهیسي تر اوسه ، یوازي په هلمند کې ، 2500 جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه کړي ده .هلمند هغه سیمه ده چې تیر کال د نړۍ په کچه تر ټولو زیات هیروین هلته تولید شوي وو .د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزی نومول شوي وزیر جنرال خدایداد نن دلته یوې خبري غونډي ته وویل : د کوکنارو د ماتولو لړۍ به د راتلونکي کال تر جوزا میاشتي پوري دوام ولري . ښاغلي خدیداد وړاندوینه وکړه چې په راتلونکي کال کې به په ټول افغانستان کې د کوکنارو په تولید کې دتیر کال په پرتله 50 سلنه کمی راسی. د ملگرو ملتونو سازمان تیر کال خبر ورکړ چې افغانستان په نړۍ کې په یوازي سر تر ټولو هیوادونو ډیر مخدره داروگان تولید کړي او له دې برخي د لاس ته راغلو پیسو یوه په دریمه د بزگرانو او پاتي نوري د مافیایي گروپونو ، قاچاقوړونکو او وسله والو یاغیانو جوبونو ته لویدلي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پكتيا: د ګرديز ښار د یو شمیر واټونو د جوړولو کار پیل شو", "output": "د ګرديز پر كورنيو سركونو د قير اچوني چاري د والي جمعه خان همدرد لخوا رسمآ پيل شوې. په دي مراسمو كي د پكتيا والي سربيره � �ه كابل څخه د ولسي جرګي وكيلانو او قومي مشرانو او مجاهدينو برخه اخيستي وه دا هغه د ښار د ننه سركونه دي چي مخكي له دي خامه وو او د ګرديز ښاريانو تل له دي ستونزي شكايت درلود. دا سركونه ديارلس كي� �ومتره اوږدوالۍ او لس متره بر لري چي ټولګټو وزارت لخوا جوړيږي ، او په پام كي ده چي پنځه ميليونه امريكايي � �الره پري ولږيږي . دا له تير څو ورځو راهيسي د سركونو دوهمه پرانيسته ده چي د پكتيا والي لخوا تر سره كيږي ، او په پام كي ده چي ډير ژر به له سر حد څخه تر څمكنيو ولسوالۍ پوري پوخ سرك هم پرانيستل شي . د بيا رغاوني په دي پروژو د پكتيا ولس خوښ ښكاري او د لا زياتو ټولګټو پروژو غوښتونكي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ټولنې د ودې غوره لارې چارې(ګل آغا احمدي وردګ)", "output": "د یوې ټولنې د هر اړخیزې ودې لارې چارې ډیر اړخونه لري او له مختلفو لارو څخه د یوې ټولنې وده انسانانو ته په لاس ورتللای شي څو ټولنه پرمخ روانه شي، د پرمختیاوو په کاروان کې خپل ځان ورګډ کړي، وګړي یې د غوره ژوندون خاوندان شي او د خپلو ټولو اوسیدونکو لپاره د سوکالۍ، نیمکرغۍ او خوښۍ محل ته لاره پرانیزي. خو ټولنیز امن، سوله، ورورګلوي، یووا� �ی، د قانون پلوي، ښوونې او روزنې ته ریښتنې پاملرنه، کلتوري وده او له نوې ټکنالوجۍ سره آشنايی، دهغه میلمه پالنه او د ژوند په ټولو چارو کې له هغه مثبته ګټه اخیستنه او داسې نور څیزونه د یوې ټولنې په وده کې رغنده او جوت رول تر سره کولای شي. نوموړي څیزونه د انسانانو ټولنه د پرمختګ د وړانګو له کاروان سره یو ځای کوي او د هغو ناخوالو په مخنیوي کې مثبته ثابتیږي چې د یوې ټولنې د پرمختګ د لارې خنډ وي. موږ په خپله دې مقاله کې یو لړ هغو لارو چارو ته اشاره کوو چې د ټولنې د هر اړخیزې نیکمرغۍ او ودې په لاره کې ګټورې تمامیږي او د وګرو ژوند یې د پرمختیاوو د سمسور پسرلي په ګلونو ښکلی کوي. لومړی: سوله او امنیت سوله د انساني ژوند په چارو کې هغه مهم فکتور دی چې الله (ج) په خپل سپیڅلي کتاب قرآن عظیم الشان کې هغه د خیر او ښیګڼې په نوم یاده کړې ده او ویلي دي چې: (والصلح خیر) یانې سوله ښیګڼه ده سوله نیکمرغي ده او سوله له ګډوډیو او ناخوالو څخه بهتره ده. همدا� �نګه د سولې او امنیت په فضا کې ژوند کول د انسانانو نړۍ ته د هر اړخیز پرمختګ جامې پوښي، د تمدن او پیشرفت په لو� �ي یې بیايي او د نیکمرغۍ وړانګې د سوله ایزو پرګنو میلمنې کوي. د سولې او امنیت له کبله سیمه د لوی خدای (ج) د ب� �کاتو له انوارو سره مخ کیږي او د ټولنې هر وګړی یوازې د هر اړخیزې خوښۍ، خوشحالۍ، نیمکرغۍ او پرمختیا په اړه فکر کوي. سوله او امن چې په کومه ټولنه کې نه وي نو د هغه ټولنې ژوند د تورتم، بدبختۍ، رزالت، تاوتریخوالي، شکنجې، � �زار، ناپوهۍ او نورو ډول ډول جنایاتو او هغه راز ناخوالو سره مخ کیږي چې د انسان د روحي آرامۍ، پرمختګ او ښی� �ازۍ لاره ډب کوي. دوهم: یووالی او ورورګلوي یووالی او ورورګلوي د لوی خدای (ج) هغه ستر نعمت او الهي پیرزوینه ده چې مسلم انانو ته یې د خپل پاک کلام په کتاب قرآن عظیم الشان کې ډیر زیات ټینګار پرې کړی او په سلګونو ځلې یې د خپلو م بارکو آیتونو په لړ کې یاد کړي دي. یووالی او وروګلوي په ټولنه کې د انسانانو تر منځ د غوره اړیکو د ټینګولو یوه بختوره لړۍ رامنځته کوي البته داسې یوه لړۍ چې په حبل المتین یا محکمه رسۍ باندې تړلې وي او د هیڅ جابر او ظالم ځواک زور نه پرې رسیږي. یووالی او وروګلوی د الهي برکاتو د څرک تر ټولو غوره پالونکی دی په دې مانا چې هغه ټولنه د لوی خدای (ج) له هر اړخیزو وړانګو سره مخ کیږي چې د یووالی او ورورګلوۍ د سمسور بڼ باغواني یې نیولې وي او په خپل بڼ کې د یووالي، اخوت، وروګلوۍ، مینې او محبت ګلونه پالي. خو هغه ټو� �نه د بدبختۍ د یوې بدې څپې له توپان سره مخ کیږي چې د وګړو دیووالي او وررګلوۍ بنسټ یې نړیدلی وي او موږ د خپل تیر ژوند په لنډکي تاریخ او د خپل هیواد په چاپیریال کې داسې ډیرې نمونې په خپلو سترګو ولیدې چې د ورورګلوۍ د بنسټ د سستوالي له کبله په افغاني ټولنه او هیواد را نازلې شوې. دریم: د غوره قانون پلوي انسانان په هره ټولنه کې د خپل ژوند د سم ون، د خپلو چارو د ګړنديتوب او له نورو انساني ټولنو سره د خپلمنځي اړیکو د لا ښه والي او پرمختیا لپاره یو لړ غوره قوانین ټاکي چې د هغه قوانینو متابعت انسان په ټولنه کې د ښو اخلاقو، غوره نظام او غوره پرمختګ له یوې بختورې لړۍ سره مخ کوي، د غوره ژوند په راز یې پوه کوي او د نیکمرغۍ لوري ته یې بیایي. د غوره قانون رامنځته کول او د هغه پلوي د انسانانو هغه خارق العاده نوښت بلل کیږي چې لوی خدای (ج) پر خپلو بندګانو لورولی او هغوی ته یې د خپل الهي کرم له مخې د دې وړتیا ور په برخه کړې ده چې د خپل ژوند د سمون لپاره په غوره توګه قانون جوړ کړي، په ښه توګه د هغه پلوي وکړي او په ښه توګه له نورو انسانانو، ح اکم حکومتي نظام او ټولنو سره د ښه ژوند کولو وړتیا پیدا کړي. څلورم: ښوونه روزنه او کلتوري بډاینه د ښوونې او روزنې په هکله یوازې د دې خبرې یادونه کفایت کوي چې لوی خدای (ج) د هغه حصول، زده کړه او لاسته راوړنه د اسلامي ټولنې پر ټولو نارینه او ښځینه اوسیدونکو فرض ګڼلې ده. البته کوم بنسټ چې ستر پروردګار پر مسلمانانو فرض ګڼلی دی نو تبعا چې هغه د لوی خدای (ج) په وړاندې ډیر لوړ مقام لري، انسان د عزت او سرلوړی لوري ته وړي او د کامرانۍ مرتبې یې په برخه کوي. له بلې خوا که چیرې وګورو چې ولې په نړۍ کې ځینې انساني ټولنې د خپل ژوند د پرمختګ په هسکو پوړیو کې د پرمختګ منزل کوي نو له ورایه څرګندیږې چې د هغه د پرمختیا دلیل یوازې او یوازې په ټولنه کې د ښوونې او روزنې عموم یت دی. کلتوري وده د ښوونې او روزنې تر څنګ یوه بله ډیوه ده چې انسان د خپلې ټولنې د معرفي او د خپلو خوښیو لوړې مرتبې ته رسوي. د کلتوري ودې په وسیله انسانان د خپلې ټولنې له منځ څخه د غوره لیکوالانو، شاعرانو، ادیبانو او فرهنګي شخصیتونو په پیدا کولو کې بریالۍ کیږي او د خپل ځان هویت په اغیزمنه توګه د تاریخ زړه ته سپاري چې د انسانانو د عمومي نیکمرغۍ د حصول په لاره کې ګټور ثابتیږي. پنځم: له نوې ټکنالوجۍ سره مثبته بلدتیا نوې ټکنالوجي هغه ستر نعمت دی چې له انسانانو سره د چارو د غوره سمون، د کارونو د سرعت او له انسانانو سره د هر اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو او پیاوړتیا په لاره کې ګټوره ثابتیږي. له بلې خوا نوې ټکنالوجي انسانان د پوهې په هغه لوري بیايي چې نوي علمونه او فنون له ځان سره و لري، نوې نوښتونه په کار لویدلي وي، نوې علمونه له ډیوو سره یو ځای د پرمختګ په لاره کې د انسانانو لاسنیوی کوي. نوې ټکنالوجي هغه م هال ګټوره ده او له انسانانو سره د هغوی د پرمختګ په لاره کې مرسته کوي البته هغه مهال چې له هغه څخه سالمه استفاده وشي او داسې ګټه ترې پورته شي چې لازمه وي او د انسانانو درد دوا کړای شي. په دې ځای کې د یوې خبرې یادونه اړینه ګڼل کیږي هغه دا چې د ژوند هره وسیله لوی خدای (ج) د انسانانو د ګټې لپاره پیدا کړې ده خو دا بیا د انسانانو کار دی چې آیا هغه د خپلې دنیوي او اخروي ګټې په لاره کې استعمالوي او که د زیان. نو له دې کبله ویلای شو چې د نوې ټکنالوجۍ د ټولو جادویي پرمختیاوو په شمول د ژوند له هرې وسیلې څخه مثبته او منفي ګټه اخیستل کیدای شي او دا بیا په انسانانو پورې اړه لري چې نوې ټکنالوجي څرنګه دخپل ژوند د هر اړخیز سمون په لاره کې استعمال کړي. شپږم: له نشيي موادو څخه د ټولنې پاکوالی هر ډول نشه مواد د هغه کرنه، استعمال، قاچاق، سوداګري او کار وبار د انسانانو � �پاره د داسې زهرو مثال لري لکه ګوړه دې چې پرې ګډه کړې وي. په دې مانا چې شاید د نشه یي توکو کارباریانو ته په ظاه� �ه څه مادي ګټه په لاس ورشي خو هیڅکله به له هغه روحي آرامۍ سره مخ نه شي چې د حلالو څیزونو د کارو بار په نتیجه کې لاس ته ورځي او په آرامۍ سره پرې خپل ژوند ته سمون ورکوي. له بلې خوا د نشه يي توکو لعنت د دې ناولې پدیدې د کا� �باریانو په خپل کور، سیمه او ماحول کې نه تم کیږي بلکي د ټولنې د عامه سپکاوي سبب ګرزي او تر ټولو لوی تاوان یې دا دی چې د ټولنې ځوان نسل پرې ګرفتار او ژوند یې د تهدیدونو سره مخ کوي. همدارنګه د ټولنې نوم په نړیواله سطح بد او په نړۍ کې د یوې بدې ټولنې په حیث معرفي کیږي چې بیا یې نو ټول وګړي تر شک لاندې راځي. له بلې خوا د نشه یي توکو د کاروبار زیان یوازې په دې دنیا پورې هم منحصر نه دی بلکي د دې ناولې پدیدې کاروباریانو ته موږ په خپلو اسلامي نصوصو کې د الله (ج) له لوري د سخت عذاب وعدې هم لرو. نو له همدې کبله یوه ټولنه هغه مهال د بشپړ تکامل په لوري ګړندي ګامونه اخیستی شي چې له دغه ناوړه پدیدې څخه یې خلاصون موندلی وي. پایله د یوې ټولنې د ودې لارې چارې زښته زیاتې دي او له زیاتو لارو چارو انسانان کولای � �ي چې د خپلې ټولنې د پرمختګ بهیر په مثبته او غوره توګه پر مخ بوزې چې ځینو ته یې په دې مقاله کې اشاره وشوه. لوی خدای (ج) دې زموږ ځوریدلې افغاني ټولنه په هغه لوري سمه کړي چې د هر اړخیزې سمسورتیا په ګلونو مالامال وي. آم ین"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایټالیا د افغانستان او پاکستان د گډو پولو د امنیت په اړه غونډه جوړوي", "output": "میرویس ج� �الزی د ایټالیا دولت غواړي چې د افغانستان او پاکستان د گډو پولو د امنیت ساتلو لپاره د یوې ستري غونډي کوربه شي . د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه غونډه به په راتلونکي سرطان میاشتی کې په پلازم ینه روم کی جوړه شي . ایټالیا چی د نړۍ د اتو سترو صنعتی هیوادونو دوره ی مشري هم پر غاړه لری غواړي په دې غونډه کی د افغانستان او پاکستان د استازو په گډون د سیمی د یو شمیر نورو ملکونو استازی هم را وبولي. د دې غون� �ي د جوړیدو هدف د هغو لارو چارو موندل دي چې له مخي ېې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اوسنیو پولو گډو پولو کې ترهگر او د مخدره توکو قاچاقبر وځپل شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "برلین:د آلمان لومړۍ وزیره ګرجستان ته ځي", "output": "ټاکل شوي چې د آلمان لومړۍ وزیره میرمن انګیلا مرکل را روانه اونۍ د ګرجستان پلازمینې تفلیس ښار ته سفر وکړي. د هغې یوه ویاند نن خبریالانو ته وویل چې میرمن مرکل به په خپل دې سفر کې د نوموړي هیواد په ورستیو حالاتو له ولسمشر میخایل ساکاشویلي سره خبري وکړي. ګرجستان ته د آلمان د لومړۍ وزیري سفر په داسي حال کې صورت مومومي چې د اوسیتیا پر سر د غرب او روسیې اړیکي خورا ترینګلي شوي دي. بله خوا د امریکې ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ګرجستان پر سر له روسیې سره هر راز جوړ جاړي ته د نه ځواب ویلی . بوش ویلي چې روسي سرتیري باید ژر تر ژره له سیمي په شا شي که نه امریکا به په سیمه کې په خپلي مخامخ مداخلي غور وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چین: د اورمچي د بلواوو په تړاو ۳۱۹ تنه نورکسان ونیول شول", "output": "میرویس جلالزی د چین دولت نن خبر ورکړ چې د اورمچي ښار د ورستیو بلاوو او فرقه یې نښتو په تړاو یې ۳۱۹ نور کسان نیولي دي. په دغو کسانو تر دی چې د هان او ایغور قومونو تر مینځ یې په وروستۍ خونړۍ لانجه کې رول لوبولی او دغې لانجې ته یې لاره هواري کړي وه.د جولاۍ په پینځمه نیټه دغلته د یادو شویو دوو قومونو ترمینځ په خونړیو نښتو کې شاوخوا ۲۰۰ تنه له دواړو غاړه مړه او نږدې ۳۰۰ نور ژوبل شول.د چین دولت د دغو لانجو سره د تړاو په تور تر اوسه ۱۶۰۰ کسان نیولي دي.د چین حکومت پریکړه کړي چې په تورنو کسانو باندي د جرمونو د اثبات په صورت کې به سخته سزا ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاری محمد یوسف:15 موټر مو وسوځول", "output": "د طالبان ویاند قاری یوسف ويلي چی د کندهار ولایت د ژيړۍ ولسوالۍ په سرتاک سیمه کې ېې په یو کاروان برید کړی او 15 اکمالاتي موټر ېې سوځولي دي. دا پيښه نن سهار شوي خو دولت ېې په اړه څه نه دي ویلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روژې مبارکه میاشت (۲)", "output": "۱۶- پنځه وخته لمونځ په پابندي سره اداکول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : ما من امرئ مسلم تحضره صلاة مكتوبة فيحسن وضوءها وخشوعها وركوعها ، إلا كانت كفارة لما قبلها من الذنوب مالم تؤت كبيرة ، وذلك الدهر كله (رواه مسلم) هر مسلمان ته چىد فرض لمانځه وخت را ورسېدلو او په ښه طریقه سره یې اودس وکړلو او لم ونځ یې په خشوع او عاجزي سره اداکړ چي ترڅو یې کبیره ګناه نه وي کړي د تېرو ټولو ګناهونو کفاره ګرځي او دا ټول عمر همداسي ده . ۱۷- د جمعې په ورځ کي یوه داسي شېبه ده چي هره دعا په کي الله تعالی قبلوي زیارباسه تر څودا ګړۍ ستا په � �سمت شي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : فيها ساعة لا يوافقها عبد مسلم وهو قائم يصلي يسأل شيئاً إلا أعطاه إياه (رواه البخاري وم سلم) د جمعې په ورځ کي یوه داسي شېبه ده که مسلمان په هغه شېبه کي د لمونځ کولو په حالت کي وي هرڅه چي � �ه الله تعالی څخه وغواړي الله تعالی یې ورکوي . همدا راز د جمعې په ورځ د سورة الکهف تلاوت کوه ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : من قرأ سورة الكهف في يوم الجمعة أضاء له من النور ما بين الجمعتين (رواه ا� �نسائي والحاكم) چاچي د جمعې په ورځ د سورة الکهف تلاوت وکړ الله تعالی به هغه ته یوه ډېوه روښانه کړي چي ددوو جمعو تر مېنځ به ور ځخه ګټه آخلي . ۱۸- مسجد ته پنځه وخته په پابندي سره ورتلل ځکه چي رسول ال� �ه صلى الله عليه وسلم فرمایې : من غدا إلىمسجد أو راح أعد الله له نزلاً في الجنة كلما غدا أو � �اح (رواه البخاري ومسلم) څوک چي د سهار له خوا او ماښام له خوا مسجد ته ځي الله تعالی میلمستیا ور ته تیاروي که سهار ولاړ شي او که ماښام . په بل ح دیث کي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : بشر المشائين في ظلم الليل إلى المساجدبأن لهم نور تام يوم القيامة . هغه چاته چي د شپې په ترږمیو مسجدونو ته ځي زېری ورکړه چي د قیامت به د هغوی لپاره بشپړه رڼا وي . په یوه بل حدیث کي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : صلاة الجماعة أفضل من صلاة الف� �د بسبع ٍ وعشرين درجة (رواه البخاري ومسلم) د جماعت لمونځ تر یواځي لمانځه اوه وېشت درجې غوره او بهتره ده. ۱۹- د ترا وېح لمونځ په پابندي سره د رمضان د مبارکي میاشتي تر پایه پوري ادا کول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : أفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل (رواه مسلم) له فرض لمانځه څخه وروسته بهترین لمونځ د شپې له خوا (تراوېح ) دی . ۲۰ - چي کله یقیني ماښام شو په روژه ماتي کي بېړه کول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر (رواه البخاري) تر هغه وخته چي خلګ په روژه ماتي کي تلېواره او بېړه کوي په هغوی کي به خیر وی . 21- د ماښام تر لمانځه مخکي روژه ماتول ځکه چي روایت شوی دی : كان النبي صلى الله عليه وسلم يفطر قبل أن يصلي (رواه أحمد) رسول الله صلى ا� �له عليه وسلم به مخ كي له دې چي د ماښام لمونځ وکړي روژه ماتوله . ۲۲- په خورما او یا اوبو سره روژه ماتول سنت دی ځکه چي رسول الله صلى ال� �ه عليه وسلم فرمایې : من وجد التمر فليفطر عليه ، ومن لم يجد التمر فليفطر على الماء ، فإن الماء طهور(رواه أحمد وأبو داود والترمذي) که چاسره خورما وي په هغې د روژه ماته کړي او که خورما ورسره نه وي نو په اوبو سره د � �وژه ماته کړي ځکه چي اوبه پاک شی دی . او د روژه ماتي په وخت به دادعا چي أبو داودنقل کړي ده ووایې : ذهب الظمأ ، وابتلت العروق وثبت الأجر إن � �اء الله . د روژه ماتي په وخت کي هره دعا قبلېږي ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : إن للصائم عند فطره دعوة لا ترد(ابن ماجة) په رېښتیا سره دروژه ماتي په وخت کي د روژه دار دعا نه واپس کېږي . ۲۳- د شپی په وروستۍ برخه کي له سپېده چاود څخه مخ کي پشلمی کول سنت دی ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : تسحروا فإن في السحور بركة (رواه البخاري ومسلم) پشلمی کوۍ ځکه چي په پشلمي کولو کي برکت دی . ۲۴- صدقة ا� �فطر (سرسایه) ورکول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : زكاة الفطر طهرة للصائم من اللغو الرفث ، وطعمة للمساكين ، من أداها قبل الصلاة فهي زكاة مقبو� �ة ، ومن أداها بعد الصلاة فهي صدقة من الصدقات (رواه البخاري) . سرسایه ورکول د روژه دار د پالتو او خوشیو خبرو صفایې او د مساکینو لپاره یو خوراک دی چاچي د عید الفطر تر لمانځه مخکي ورکړه نو سرسایه یې قبول شوي ده او چاچي له لمانځه څخه وروسته ورکړه نو د نورو خیراتونو په شان یې یو خیرات وکړ . ۲۵- د پټ لاس خیراتونه کول ځکه چي � �سول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : صنائع المعروف تقي مصارع السوء ، وصدقة السر تطفئ غضب الرب ، وصلة الرحم تزيد في العمر (رواه الطبراني) احسان كول له بدو ټکو او پېښو څخه انسان ساتي او پټ خیرات د الله تعالی غضب وژنې او قرابت پالنه ژوند اوږدوي. په بل حدیث شریف کي رسول الله صلی الله ع� �یه وسلم فرمایې : الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار(رواه الترمذي) خیرات کول داسي ګناهونه وژني لکه اوبه چي اور وژني . ۲۶- هرچاته سلام اچول او ډوډۍ ورکول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : يا أيها الناس ، أفشوا السلام ، وأطعموا الطعام ، وصلوا الأرحام ، وصلوا بالليل والناس نيام ، تدخلوا الجنة بسلام (رواه الت� �مذي) اې خلګو یوبل ته سلام اچوۍ او ډوډۍ ورکوۍ او قرابتونه پالۍ او چي خلګ وېده وي تاسي لم ونځونه کوۍ جنت ته به روغ رمټ ننوزۍ . ۲۷- د والدینو اطاعت او له هغوی سره احسان کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : رغم أنفه ، رغم أنفه ، ثم رغم أنفه ، قيل من يارسول الله ؟ قال : من أدرك والديه عند ا� �كبر أحدهما أو كليهما ، ثم لم يدخل الجنة (رواه البخاري) د هغه چا پوزه د په خاورو سپېره � �ي بیا د یې پوزه په خاورو سپېره شي او بیا دیې پوزه په خاورو سپېره شي چا چي له والدینو ځخه یو او یا دواړه د بو� �اتوب او ضعف په حالت کي وموندل او د هغوی د احسان او اطاعت په وجه جنت ته داخل نه شو. ۲۸- ښځي ته په کار ده چي د خپل نارینه اطاعت وکړي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : إذا صلت المرأة خمسها ، وصامت شهرها ، وحصنت فرجها ، وأطاعت بعلها – اي زوجها – دخلت من أي أبواب الجنة شاءت (رواه ابن حبان) که ښځه خپل پنځه وخته لمونځ وکړي ، او د رمضان د میاشتي روژې ونیسي ، او پاک لمني واوسي ، او د خپل نارینه خبري ومني ، نو د جنت په کومه دروازه چي یې خوښه وي جنت ته د ننوزي . ۲۹- په خپل اولاد او عیال باندي خرچ کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ف� �مایې : إذا أنفق المسلم نفقة على أهله وهو يحتسبها كانت له صدقة » رواه البخاري ومسلم کله چي یو مسلمان په خپل عیال باندي خرچه کوي او د الله تعالی رضا یې په کي م� �صود وي دا د هغه لپاره د خیرات دی . ۳۰- د مسکین او کونډي خیال ساتل ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وس� �م فرمایې : الساعي على الأرملة والم سكين كالمجاهد في سبيل الله وأحسبه قال :كالقائم لا يفتر ، وكالصائم لا يفطر (رواه البخاري) . هغه څوک چي د کونډي او مسکین په خدمت کي وي لکه د الله تعالی په لار کي د مجاهد دومره اجر یې دی راوي وایې فکرکوم دا یې هم وویل : او د هغه چا اجر یې دی چي تل په لمانځه ولاړ وي او سستي نه محسوس کوي او لکه د هغه چا چي همېشه روژه ولري او نه یې ماتوي . ۳۱- د م سلمانانو وروڼو اړتیاوي پوره کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : ل� �ن يمشي أحدكم مع أخيه في قضاء حاجة - وأشار بأصبعه - أفضل من أن يعتكف في مسجدي هذا شهرين (رواه الحاكم) په تاسو کي هغه څوک چي د یو مسلمان د ضرورت د رفع کولو � �پاره له هغه سره روان شي تر هغه چا غوره دی چي زما په مسجد کي دوه میاشتي پرله پسې اعتکاف وکړي ، او په دوو ګوتو یې اشاره وکړه . ۳۲- په یتېم باندي شفقت کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : شكا رجل إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم قسوة قلبه ، فقال : امسح رأس اليتم ، وأطعم المسكين (رواه أحمد) یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خپل زړه د سختي � �کایت وکړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ته وفرمایل : مسکینانو ته ډوډۍ ورکوه او د یتېمانو په سر لاس تېروه . ۳۴- د وروڼو ملاقات کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : الرجل يزور أخاه في ناحية المصر لا يزوره إلا لله في الجنة (رواه الطبراني) یو څوک چي د ښار په یوه ناحیه کي د خپل مسلمان ورور ملاقات ته صرف د الله تعالی د رضا د حاصلولو لپاره ورشي هغه په جنت کي دی . ۳۵- د ناروغانو پوښتنه کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : من عاد مريضاً لم يزل في خرفة ا� �جنة ، قيل : يارسول الله وما خرفة الجنة ؟ قال : جناها (رواه مسلم) څوک چي د یوه ناروغ پوښتني ته ورشي ترڅو چي ه� �ته وي د جنت په خرفة کي ده پوښتنه وشوه چي یارسول الله خرفة څه ده ؟ رسول الله صلی ا� �له علیه وسلم وفرمایل : چڼلي مېوه ده . ۳۶- په روژه کي مزدور او کورني چپړاسي ته د کار کمول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ایې: من خفف عن مملوكه فيه غفر الله له ، وأعتقه من النار (رواه ابن خزيمة مطولاً) چاچي په خپل زېردست تخفیف جوړ کړ الله تعالی به بښنه ورته وکړي او د جهنم له اور څخه به یې آزاد کړي. ۳۷- د مسلمانانو په مېنځ کي روغه جوړه کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : ألا أخبركم بأفضل من درجة الصيام والصلاة والصدقة ؟ قالوا : بلى يارسول الله : قال : إصلاح � �ات البين (راواه أبو داود والترمذي) أيا تاسو ته هغه نېک عمل در وښیم چي د هغه درجه د(نفلي) لمانځه ، روژې او خیرات کولو تر درجې غوره دی؟ صحابه وو عرض وکړ هو یا رسول الله ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ددوو په مېنځ کي روغه کول . ۳۸- ښه اخلاق خپلول ځکه چي رسول الله صلی ا� �له علیه وسلم فرمایې : سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن أكثر ما يدخل الناس ا� �جنة ؟ فقال : تقوى الله وحسن الخلق (� �واه الترمذي) له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چي زیات تره هغه نېک عمل چي خلګ به جنت ته دننه باسي هغه څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د الله تعالی وېره او ښه اخلاق . ۳۹- د الله تعالی له حرامو ګرزول شویو شیانو څخه خپلي سترګي بندول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي الله تعالی فرمایې : النظرة سهم مسموم من سهام إبليس ، من تركها من مخافتي أبدلته إيماناً يجد حلاوته في قلبه (رواه الطبراني) حرام کتل د شیطان له غشو څخه یو زهرجن غشی دی چاچي زما له وېري پرېښود په بدله کي به یې داسي اېمان ورکړم چي په زړه کي به یې خوند مومي . ۴۰- په رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات درود ویل ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : من صلى علي صلاة صلى الله عليه بها عشراً (رواه مسلم) چاچي په ما یو ځل درود وویلو الله په هغه لس ځله رحمت � �ېږي . دا ځیني هغه نقاط وو چي په هر وخت کي یې خیال ساتل � �ازمي دی خود روژه دار لپاره یې د روژې په مبارکه میاشت کي زیات خیال ساتل په دې وجه ضروري ده چي دا د اجرونو او ثوابونو میاشت ده څه معلومه ده ژوند نور پاته وي او که مو دا دژوند وروستۍ شېبې وي ، د روژې د مبارکي میاشتي په هکله مواد ډېر زیات دي خو زمونږ ددې لیکني مقصد یواځي د لوستونکیو پام ددې مبارکي میاشتي لور ته اړول وو، په همدغه میاشت کي د هرنېک عمل اجر لس ګونه دی رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایې : الحسنة بعشر أمثالها : په همدغه میاشت کي د هرنېک عمل اجر لس ګونه دی . هغه عملونه چي د روژې اجر کموي هغه غیبت ، نمیمت ، بهتان ویل ، مسلمان ته ضرر رسول ، حسد ، دروغ ویل ، د مسلمان سپکه غوښتل ، او همداسي نور هغه کارونه چي په � �رېعت کي حرام دي د روژې معنوي مفطرات ګڼل کېږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکندهار په خوجک بابا کې ځانمرګی بريد وشو", "output": "په رارسیدلو راپورونو کې ویل کیږي چې نن سهار دکندهار په ښار کې چاودنه شوې چې له امله یې له لسو زیات ټپیا ن کړي امنیتي سرتیري او عام وگړي په ټپیانو کې راځي خو دوژل کیدو په اړه لا څه جزئیات نشته او نه هم څرگنده ده چې کوم ډول چاودنه وه. د کندهار ښار يوه اوسېدونکي فيض الله اغا بېنوا ته وويل چي چاودنه تر هغه وروسته رامنځته شوه کله چي ځانوژونکي لمړی پر پوليسو باندي ډزي وکړې ، کله چي پوليسو ددې سړي د نيولو تکل وکړ بريد کوونکي له ځانه سره چاودېدونکي توکي وچاودول . فيض الله اغاوويل چي بريد کوونکی چي په وسله سمبال و د کندهار د دې خوجې په سيمه کي پرپوليسو ترډزو کولو وروسته وچاودېد . څرنګه چي په کندهار کي د افغان بيسيم او روشن موبايل ټيلفونونو هم کار پرېښی دی ، تر دې دمه د مړو او ژوبل شويو کسانو په اړه دقيق مالومات نه شي ترلاسه کېدلای ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګلاب منګل د روشان او افغان بیسیم شرکتونو ته ګواښ وکړ", "output": "میرویس جلالزی د ه� �مند والي ګلاب منګل په دغه ولایت کې د روشان او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو مسولینو ته خبرداری ورکړی چې که چیرته د نن شبنې تر ورځي پوري خپل شپنې فعالیتونه په دغه ولایت کې پیل نه کړي نو په هلمند کې به د دغو دوو ش� �کتونو ټول دفترونه وتړل شي او کارکونکي به یې هم له هلمند څخه وشړل شي. رپوټونه وایې له کومي ورځي را پدې خوا چې په هلمند کې د خنجر او د پړانګ د پنجې په نامه د امریکايی او بریټانوي سرتیرو له خوا عملیات پیل � �وي دغلته د شپې پر مهال د روشان او افغان بیسیم مخابراتي خدمات په ټپه درول کیږي. ویل کیږي چې طالبانو له دغو دوو شرکتونو غوښتي چې د شپې پر مهال خپل سیګنالونه قطع کړي تر څو دښمن و نه کړای شي چې د طالبانو څرک او ځای ځایګی مشخص کړي. تر اوسه د روشان او افغان بیسیم مخابراتی شرکت چارواکو د ګلاب منګل د دغه خبرداري په اړه خپل نظر نه دی روښانه کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مجدیدي، استخاره او د خداي پاک اشاره", "output": "مجدیدي، استخاره او د خداي پاک اشاره حضرت صبغت الله مجدیدي تیره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې ده ډیر فکر وکړ، ډیر تحلیل یې وکړ او ډیرې استخارې یې وکړې چې د ولسمشرۍ کوم کاندید به غوره وي او بالاخره ده ته له استخارې وروسته خدای پاک اشاره ورسوله چې کرزی تر ټولو مناسب کاندید دی. وای پخوانی پاچا امان الله خان چې د سقاو له زوی څخه د واک بیرته تر� �اسه کولو لپاره غزني ته راورسید نو له هزاره جات څخه ډیر خلک د امان الله خان په ملاتړ د غزني په لور وخوځیدل ولې وړاندې له دې چې هغوی راورسېږي له اوسنۍ پکتیکا څخه سلیمان خیلو د یو حضرت په خوله پر امان الله خان برید وکړ او هغه یې شاتګ ته اړ کړ. په هغه وخت کې حضرت د انګریزانو په لمسون سلیمان خیلو ته دا په غوږ کې ورکړې وه چې ګواکې امان الله خان کافر دی او له هغه سره باید جهاد وشي. څه کم یوه پیړۍ تیره شوه، انقلابونه تیر شول، نظامونو تغیر وخوړ، څو پاچاهۍ بدلې شوې ولې د حضرت غولوونکې خبرې په خپل ځای پاتې دي. ایا په یوپیشتمه پیړۍ کې رایه و� �کوونکي باید د کاندیدانو تګلارې او مرامنامې وګورې د هغوی پروګرامونو وڅیړي او که د حضرت په خوله د یو کاندید ملاتړ وکړي. مجدیدي هغه وخت ولې استخاره نه کوله چې د لومړي مجاهد ولسمشر په توګه یې واک نه پریښود، ولې یې هغه وخت نه کوله چې د مشرانو جرګې د ریاست لپاره یې ځان کاندیداوو، ولې یې هغه وخت نه کوي چې امریکا او اروپا ته د چکر لپاره ځي. که عینې څرګندونه کوم بل کس وکړي د بیلګې په توګه ووایي چې ما ته نعذبالله خداي پاک اشاره � �اورسوله چې اشرف غني تر ټولو ښه کاندید دی او همدی باید غوره کړئ نو خدای شته همدا حضرتان به پرې په سلو نومونو د کفر فتواوې ولګوي او د محکمه کولو غوښتنه به یې وکړي. ولې دوی چې هر څه وایي هغه ته یوه اسلام رنګ ورکوي او په هغه کې بیا د نیوکې ګونجایش نه پریږدي. د حضرت پر څرګندونو به کرزي ته، چې د حضرت په ګوند کې یو ټیټ رتبه م دیر پاتې شوی او د حضرت صاحب مادام العمر مرید دی، څومره کاذب غرور پیدا شوی وي. ده به هرو مرو داسې انګیرلې وي چې که ولی نه دی نو خالی هم نه دی. کرزي چې ۵ وزارتونه محقق او خلیلي، ۴- ۵ وزارتونه فهیم و اخوانهم، ۳ وزارتونه دوستم، دوه وزارتونه اسماعیل خان، ۱- ۲ احدي او ۱- ۲ پیر ګیلاني او داسې نورو سره سودا کړي او په عیني تناسب یې پر دوی ولایتونه پلورلي نو دې که د استخارې کولو څه اړتیا ده. هر څه لکه لمر روښانه دي او لمر چا په دوو ګوتو نه دی پټ کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كنړ كي درې امريكايي سرتيري وژل سوي دي", "output": "د كنړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ كي د ايتلافي ځواكونو پر كاروان بريد سوى دى چي له امله يې د چارواكو په وينا درې ايتلافي سرتيري وژل سوي دي. طالب وياند � �اكټر محمدحنيف بېنوا ته په يوه لېږل سوې پاڼه كي د بريد مسئوليت پر غاړه واخيست او ويې ويل چي دا د ريموټ كنټرول بم وو، د نوموړي په وينا د چاودني له امله موټر بشپړ له منځه تللى دى او پكښي سپاره درې سرتيري مړه سوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "( دنړیوال کېدوپه پير (عصر) کې دامریکادمتحدوایالتونوامپراتوري) دوهمه برخه", "output": "دلومړۍ برخي پاته د نړۍ د سترو هیوادونو پوځي � �گښت شمېرنې په میلیارد ډال� �و"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند،نيښ وهونکوته مرګ ژوبله واوښته", "output": "د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ كې د تېرې ورځې په نښتو کې نهه تنه نېش وهونکيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . په ګرمسير کي له تېرې شپې راپدي خوادرنه جګړه روانه ده دځايي اوسيدونکو په وينانهوتنو نېش وهونکيو ته مرګ ژوبله اوښتې .دوي ويي چې په د ي جګړه کي شپږ تنه وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي، خو معلومه نه ده چې دغه نېش وهونكي د چاله خوا لګېدلي همدارنګه دګرمسيراوسيدونکورسنيوته د ناټو ځواكونو هغه ادعاوي هم ردكړي چې وايي د ګرمسېر ولسوالۍ يې له طالبانو څخه نيولې ده دوي وايي چي نړيوالو ځواكونو د طالبانو څخه ډېرې كمې سيمې نيولې د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي محمدانور خان وايي چې د تېرو اتو ورځو په جګړو كې له لسو زرو څخه تر پنځلسو زرو پورې ولسي وګړي بېځايه شوي دي .هغه هم دځايي اوسيدونکو داخبره چي ګواګي ګرمسير اوس هم دطالبانوپه لاس کي دي منلي خودنيښوهونکو دمرګ ژوبلي په اړه يي مع� �ومات نه دي ورکړي د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال بيا وايي چې د ګرمسېر ولسوالۍيي دطالبانو له ولكې څخه اېستلي ده اودملکي وګړووژنه يي ردکړه خودډيري اوسيدونکو بيځايه کيدل يي منلي اوله هغوي سره يي دم رستو ژمنه کړي بلخوا په ګرمسيرولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو يوقوماندان ملا راز محمد هم ادعا کړي چې ګرمسېر يې په بشپړه توګه په ولكه كې ده . هغه ويلي چې نړيوال سرتېري مخامخ جګړه نه كوي بلكې كله ناكله غټې م� �مۍ پرسيمه غورځوې چې ډېرزيان يې ولسي وګړيو ته رسيږي .داپه داسي حال کي ده چي افغان او نړيوالو ځواکونو له تېرو لسو ورځو راهيسې په ګرمسېر ولسوالۍ کې پراخ عمليات پيل کړي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د وضع له کنتروله وځي د غوڅو اقداماتو شیبه رسېدلې ده!", "output": "د سېپټمبر په نهمه ڼېټه کومه یادغونډه چې د ګوډاګي احمدشا مسعود د پلویانو له خوا په کابل غازي لوبغالي کې په پام کې نېول شوې وه، د هېواد د ويښو زامنو له خوا تس نس شوه. ولسمشر کرزي، چې د مصلحتونو په اړوند یې د خپلې کابېنې د ځينو غړو په ګډون، په غونډې کې برخه درلوده ، دې ته اړ شو چې غونډې ته خپله وینا نیمګړې پرېږدي اوغونډه خوشې کړي. د غونډې په دریځ ( � �وژ ) کې چې د مسعود پلویانو او د ځينو نورو جګړه مارو تنظیمو تش په نامه مشرانو ځای درلود، ځوږ او غوغا پورته شوه او د وریځو دغه پړانګان، په ډېرې وارختایۍ او منډو سره بریالي شول چې له لوبغالي نه خپلې پښې سپکې کړي! د هېواد � �هرېدلو بچیانو د مسعود د دغه درواغجن او ګوډاګي اتل عکسونه په ډبرو وویشتل او هغه یی تر دېوالونو لاندې راختا کړل.که څه هم د غونډې د خوندې ساتنې لپاره په سلګونو پولېس او نور پوځیان په دنده ګمارل شوي وو، د ايتلاف او د ناټو د ځواکونو په ګډون د غونډې ښایسته ښه په درځ امنیت نېول شوئ و، خو د وطن بچیانو په تشو لاسو دغه د ماشومانو په لاس د شګو جوړه او د خند نیو غونډه تېښتې ته اړه کړه او د مسعود د لارویانو ارمان یی په سین لاهو کړ . په س� �ګونو شاباس پر دغو شازلمیانو!د غونډې د تېښتې یوه غوړه برخه تلویزونونو خپره کړه!یادغونډې وښوده چې په ټانکونو ، پولېسو، پوځیانو او د پردیو پر اوږو بار د یو څو غلو او ډاکوانو اراده د افغان پراتل ولس د منلو وړ نه ده. یو څوک چې د خلکو په زړونو کې منلې او اتل نه وي، هېڅوک واکمن نه دئ چې هغه په زور پر چا ومني (په زور کلي نه کېږي) . سړئ بېخي هک پک پاتې کېږي چې د نظار شورا (د افغانستان د زمردو د تالان او خرڅلاو شورا) ولې له تاریخ څخه زده کړه نه کوي؟ دوی د کابل د خلکو په وړاندې چې په لسګونو زرو یی شهېدان کړل، د کابل ښار يي کنډواله او د هغه یی بېخي نخشه بدله کړه ، باید ځواب ووایی . دوی باید د ملي موزیم او ارشیف د غلا کړو اثارو په اړه سپيناوئ وکړي ، دوی باید د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ټولنې د سولې د پروګروم د تالا ترغۍ کېدو ، د ملي اردو او اداري سیستم د ړنګولو په اړه رڼاوئ ورکړي . دا او په لس ګونو نورې هغه پوښتنې دي چې د نظار شورا باید د هغو ځواب ووایی ؟ مګر د نظار شورا د دې پوښتنو د ځواب پر ځای د افغانانو په سترګو کې خاورې شيندي او په کبر او غرور سره د دې پېښو � �ومړي درجه مسول ته د ملي اتل لقب ورکوي!د افغانستان د اوسني حکومت د لوړ پوړو چارواکو او په تېره بیا د ولسم شر کرزي روستئ سلوک، چي لومړئ یی د مسعود په اړه د تش په نامه اتلولۍ فرمان خپور کړ او بیا یی د کابل د غازي په � �وبغالي کې په جوړه شوې مضحکه غونډه کې ګډون وکړ د اریانتیا او پوښتنې وړ دئ. لومړئ خو مسعود د یو تنظیم مشر و، په افغانستان کې د مسعود د تنظیم په شان په لس ګونو تنظیمونه شته دئ، هر تنظیم کولای شي چې د خپلو تنظیمي چارو په اړه، خپله پریکړه وکړي، که د خپل تنظیم کوم څوک لمانځي د هغه تنظیم خپل کار دئ. کرزئ سیب خو وایی چې دئ د کوم تنظیم غړیتوب نه لري نو چې داسې ده بیا ولې د یوه تنظیم چې هغه هم له سره تر پښو پورې په بدیو او ناولیو ککړ دئ ، � �اسونه یی د بې ګنا کابلیانو او نورو هېوادوالو په وینو سره دي، مشران یی سړیخواره، وژونکي ، غله او ډاکوان دي ، د هغه تنظیم په خپلمنځي غونډه کې ګډون کوي ؟ سبا ته به د کوم بل تنظیم د بېلګې په توګه، د ښاغلي دوستم د تنظیم پلویان راغونډېږي، او هغه ته به د هغه ورانیو ، ویجاړیو ، وژنو او مرګونو په ویاړ ! چې افغانان یی په کانتېنرونو کې ژوندي ساخپه کړي او خښ کړي د کوم بل اتل لقب وړاندیز کوي، نو ښاغلي کرزئ باید په داسې پرتم ینه غونډه کې هم ګډون وکړي ، ځکه دوستم هم د هغه مشاور دئ او کرزئ د خپل پرنسیب له مخې چې افغانان یی مضر مصلحت بولي اړ دئ، دوستم ته هم د اتلولۍ لقب ورکړۍ! او داسې د بل هر تنظیم په غونډه کې باید ګډون وکړې او د تنظیم هر مشر ته د ملي اتلولۍ لقب ورکړي! ځکه دوی یو له بله کم نه دئ، د هېواد د ویجاړۍ په سیالۍ کې دوی هر یو اتل دئ! کومې و� �انۍ، وژنې او وطن پلورنې چې د کرزي په فرمان جوړ ملي اتل مسعود کړي دي، د ده تر څنګ د ناستو تنظیمو ډېرو مش� �انو له هغه نه اړولې ده، هغه متل دئ چې وایی خړئ له برګي کم نه دئ! افغانان بیا دا وایی چې ولسمشر ته نه ښایی چې هغه ځان د تنظیم کچې ته ټيټ کړي او د تنظیمو په خپلمنځي چارو کې ځان بوخت کړي ، تنظیمونه پوه شه او خپلې چارې یی، خپل مشر لمانځي او که یی غندي ! ولسمشر د خلکو په رایو ټاکل شوئ دئ او باید د ټول ولس په کچه چارو ته ځواب ووایی ، افغانانو ولسمشر کرزي ته ددې لپاره خپلې رایی ورکړې چې تر هرڅه ړومبئ باید په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او امنیت ټينګ شي او هغه ټوپکیان او جګړه ماران چې ډېره کي یی د همدغو تنظیمو مشران او غړي دي او په هېواد کې د نارامیو او د جګړې د دوام لامل دی ، بې وسلې شي . ولسمشر باید هغه تنظیمي مشران او جګړه ماران چې په تېرو جګړو کې یی عامې وژنې کړي او په لس ګونو ډله یزو قبرونو کې یی وګړي ژوندي خښ کړي د قانون منګلو ته وسپاري ، دوی باید د جنګي جرمونو او د بشر د حقوقو تر پښو لاندې کولو په ګنا د هاګ محکمې ته واستول شي او د ا ډول جوړشوي مشران باید د ملي خاینینو په نوم ونومول شي !د کابل د غازي لوبغالی په غونډه کې د نظارشورا د مشرتابه ډاکوانو چې د لوژ په لومړي کتار کې یی ځای نېولئ و ، همغلته د ټولو نندارچیانو او د رسنیو په وړاندې یی به پوره بې شرمۍ سره په حکومت کې د لا ډېرې او غوړې ونډې په اړه چنې وهلې ، په پایله کې کرزئ دې ته اړ شو چې د دوی د غوښتنو په اړه څرګندونې وکړي . دوی له یو خوا ځان د حکومت اپوزیشن بولي او له بل خوا له همدغه حکومت څخه په واک کې د لږې ون� �ې په اړه ګیله من او ناراضي دي ، دوی هم دا کوي او هم هغه !له بل خوا دوی نه یوازې په دې غونډه کې حکومت ته د واک په بیا ویش کې ، د غوښنې ونډې په نه ورکړه کې په هېواد کې د زیاتو نارامیو او د نورو جګړو د پیل ګوتڅنډنه وکړه بلکې ، نړیوال او په تېره بیا جاپان او هالند ته یی ګواښ وکړ چې دوی دې هغه کتاب چې په هغه کې د نظارشورا م� �رانو او د دا ډول تنظیمو نورو مشرانو ته د غلو ، ډاکوانو او ټوپکیانو خطاب شوی، خپور نه کړي .همداشان نړیوال نه باید د دوی غوندې مجاهدین ، جنګي مجرمین او د بشر د حقوقو سرغړونکي وبولي ، که نه دوی به په هېواد کې دننه د نړیوالو ځواکونو په وړاندې نوئ جنجال پيښ کړي ! په دې ډول د اسې ښکاري چې نظارشورا د خپلو نورو ان� �یوالانو یعنې ملي جبهې په ګډون پتیله وي د کرزي د حکومت په وړاندې یو وار بیا هغه حالات رامنځ ته کړي چې په ۱۹۹۲ کال کې یی د ډاکټر نجیب اله د حکومت په وړاندې رامنځ ته کړي وو ، چې په پایله کې یی د دوی په لاس د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سولې پروګرام شنډ شو او هېواد د زیاتو کالونو لپاره د جګړې او تروریزم په ټاټوبي بدل شو . دوی اوس د کرزي د حکومت په وړاندې په همغه لار روان دي او د هغه د حکومت د بدنامۍ او � �اپرځولو لپاره هرې شونې او ناشونې وسلې ته لاس اچوي ، اقتصادی سبوتاژ کوي ، اداري ګډوډۍ هڅوي ، وسلوالو بانډونو ته وسلې ورکوی ، تر لوړې کچې تبلیغ او پروپاګنډ کوي او کرزئ هم په مصلحتونو سره د دوی په وړاندې کریشمې کوي ، نړیواله ټولنه هم نندارې کوي او افغان ولس ددې ټولو ختاوو او جفاګانو قرباني پخپلو پاتې وینو او زویو سره اداکوي ! غوښتنه دا ده چې د کرزي حکومت دې نوره د مصلحتونو لوبه پای ته ورسوي ، کرزئ دې د نظارشورا او هغه ته د ورته تنظیمو په وړاندې ځان مجاهد ښۍ، د ځينو نورو په وړاندې بیا ځان دموکرات بولی ، مسعود په شان ملي خاین ته د ملي اتل لقب بخښي ، او د همدغه ډاکوانو په اړه بیا د حقوقو د نړیوال څار ډلې سره د دوی د محاکمې سر ښوروی ، پرېږدي! فکر کیږي چې حالات له کنتروله وځي، د غوڅو او څرګندو پریکړو او اقداماتو شیبه رارسېډلې ده !"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ولس هيلې دوه پنځوسمه ګڼه چاپ شوه", "output": "د ولس هيلې دوه پنځوسمه ګڼه چاپ شوه دو� �س هيلې اوونيزې دوه پنځوسمه ګڼه په اتومخونوکې ،په اخباري كچه ،په ښكلي ډيزاين، په دوورنګوونو،تازه له چاپه � �اووته.په نوموړې اوونيزه کې پرسرليکنه سربېره بېلا،بېل سياسي ، ټولنيز،فرهنګي،ادبي او روزنيزمطالب � �اغلي ،چې دلوستونکو تنده خړوبولى شي. په دې ګڼه کې ١٣٨٧ هـ ش کال کې بايد د زده کړې بهير ته پوره توجه و� �ي، ترسرليک لاندې سرمقاله ،په افغانستان کې د ژبو سياست او ملي ترمينالوجي ،دپښتنو اصل او نسب ،د طنز ډو� �ونه،کب کراسي (طنز)،ښځه هم په دغه ټولنه کې حق لري،د زعفرانو طبي اهميت،دماهيانو د سترګو نه د انسان د سترګو د ښه کېدو هڅې ،دناټو تر ټولو لويه غونډه د نړۍ تر ټولو لويه ودانۍ کې ،په نړۍ کې د مسلمانانو شمېر مخ په ډېرېدو دى، د نړۍ تر ټولو لوړ انسان دادى ،د هندوستان د ٢٠٠٨ م کال د ښکلا ملکه غوره شوه،دادب مرغلرې ( ټوكې ، شعرونه ،مت� �ونه ،ناپېژندلې موسکا او اې شمعې يواځې ته ما پېژنې (ادبي ټوټې)،ناوړه دود لنډه کيسه ، د محمد ص په هكله مالومات ، ديوه ځوان شاعر معرفي، لنډخبرونه او رپوټونه په بېلا،بېلو مخونو كې چاپ شويدي . موږ تاسو ټولو درنو مينه والو او لوستونکوته په ډېره مينه دولس هيلې اوونيزې د نوې چاپ شوې دوه پنځوسمې ګڼې د لوستلو او مطالعې بلنه د� �کوو او هيله کوو،چې د ولس هيلې د کيفيت د لاښه والي په موخه خپل نېک نظريات، پېشنهادونه ، نيوکې،خپل غوره � �عرونه ، ښوونيز، روزنيز،سياسي او نور ډول، ډول مطالب، چې دلوستونكو د پوهې سطحه لوړوي، زموږ په پته راو� �ېږئ، څو وكولى شو ،د نوموړې اوونيزې له لارې ستاسو نظريات پرخوست سربېره د هېواد پلازمېنې كابل او نورو ګڼو و� �ايتونو لوستونكو ته هم ورسوو. درانه مينه وال كولى شي ،چې خپلې ليكنې،دولس هيلې اوونيزې په لاندې ايمېل ادرسونو راولېږي: &nbs; p; besmillahhaqmal@yahoo.com &nbs; p; wolas_hela@yahoo.com &nbs; p;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان ژورناليست سفر اسيايي هيوادو ته", "output": "د کاناډا د صدراعظم سره د آسیایي هیوادو په سفر کې دافغان رسالی مشر ملګری و دکاناډا صدراعظم ښاغلي پاول مارتین له خپلې میرمنې شیلا مارتین او ورسره هیت سفر د سونامی ځپلو هېوادونو ته پیل کړ. .د کاناډا د صدر اعظم ښاغلي پال مارتین د آسیایي هیوادونو چې دتایلند،سری لانیکا، هند، جاپان ،چین او هانګ کانګ څخه وکړه دافغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی د لومړنی افغان ژورنالیست په توګه ورسره ملګری و او داسفر چې د جنوری د میاشتې له ۱۴ څخه پیل او د جنوری د میاشتی له ۲۳ نیتې پوری یی دوام وموند. په دې هیت کې د کانادا یوشمیر وزیران، د پارلمان غړی او کاناډایی ژورنالیستانو ګډون درلود. دا سفر دکاناډا د پلازمنې اوټاوا د نړیوال هوایی ډګر څخه د کاناډا د صدراعظم په خاصه الوتکه کې پیل سو او د ترکیې پلازمنې انقرې پورې ۱۲ ساعته مسلسل پرواز نه وروسته ورسیدلو . د ترکی د پلازمنې انقرې په هوایی ډګر کې د راکښته کیدو وروسته ، د کاناډا د صدراعظم څخه د انقرې په هوايي ډګر کې د ترکی چارواکو لخوا تود هرکلی وسو او بیا یې د ترکیی د چارواکو سره لیدنه او کتنه وکړه. د انقرې د هوا تودوخی درجه ۱۵- ۲۰ سانټی ګراد ته رسیدله. هوا بارانې او اوریځ وه، د هغه ځای ماښام و. وروسته له تم کیدو څخه بیا د تایلند په لور پرواز وکړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري يوسف:په ارزګانوكي يوټانك ويجاړسوى او...", "output": "په سهيل لوېديځه حوزه كي دايساف م طبوعاتي وياندكيپټن وينګ انتوني دطالبانوهغه ادعاءردكړېده چي وايي: (( دكندهارارزګان لويه لاريې له دروورځو� �اهيسي دترغك اوګورګانوپه سيمه كي بنده كړېده . ))همدارنګه دطالبانووياندقاري يوسف (احمدي ) دارزګان ولايت م� �كزترينكوټ ښاركي دبهرنيوځواكونوديوه ټانك په ريموټ دالوځولواوپكښي دپنځوتنو سپرودوژلوخبره هم كړېده خوپه سهيل لوېديځه حوزه كي دايساف وياندله دې پيښي څخه ناخبري ښيي .ديادوني وړده چي په ارزګان ولايت كي دناټوترچتر� �اندي هالنډي سرتيري ميشت دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسي جرګه: ولسمشریزي ټاکني باید له جوزا دمخه وشي", "output": "جلالزی د افغانستان ولسي جرګې د سه شنبې په ورځ په خپله نوبتي غونډه کې په غوڅ اکثریت سره پرکړه وکړه چې ولسمشریزي ټاکنې به د قانون په رڼا کې د راتلونکي هجري لمریز کال د جوزا میاشتي دمخه تر سره کیږي.که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون څو څو ځله غوښتنه او وړاندیز کړی چې دوي نه شي کولای دا انتخابات د جوزا په میاشت او یا هم تر دې مودې دمخه ترتیب او په � �اره واچوي خو وکیلان ټینګار کوي چې تر ټاکنو پورې لاهم پینځه میاشتي په مخکې دی چې په دې موده کې لازم کارونه تر سره کیدای شي. د ولسي جرګې غړي کبیر رنجبر وویل: (( که چیرته انتخابات له جوزا میاشتې وروسته تر سره شي نو دا به د افغانستان له اساسي قانون څخه یو لوی سرغړاوی وي دا ځکه چې قانون د ولسمشرۍ موده پینځه کاله ښي او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کولای شي چې تر جوزا پوري خپلي ټولي چاري سر ته ورسوي)).رنجبر او دولسي جرګې مشر محمد یونس � �انوني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون هغه څرګندوني ناسمي وبلل چې وایې دوي نه شي کولای په زیاتو سیمو کې د هوا د سړښت له امله د کارتونو د ویش لړۍ پر مخ بوزي.جمهور ریس کرزي هم ټینګار کړی چې نه غواړي له خپلې قانوني مودې یوه ورځ زیات هم د ولسمشر په توګه په ناقانونه بڼه کار وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د احمد ظاهر ژوند ته لنډه کتنه", "output": "٢٣ د لړم ١٣٨٤ احمد ظاهر دډاکټر عبدالظاهر زوی و چې د ١٩٤٦ کال کې د جون په ١٤نیټه د لغمان په ولایت کې زیږیدلی و . داحمد ظاهرلنډژوندوښودله چې هغه د دې لپاره زیږیدلی و چه دخپل لوړ استعداد لویه برخه افغان موسیقۍته ځانګړې کړي . ده په ډیر کم عمر کې دموسیقۍ د هنر سره مینه لرله،او په ډیر کم عمر کې یې دټمبور، مانډولین او اکارډیون په غږولو پیل وکړ . د نولس سوه شپیتمو کالونو په پیل کې احمدظاهر دکابل د حبیبی د لیسې څخه په کنسرتونو لاس پوری کړ او د خپلوملګرو په ګډون یې ځانته د موسیقۍ یو ګروپ هم جوړ کړ. داحمد ظاهر ښکلی او زړه راښکونکی غږ او دموسیقۍ په برخه کې د هغه دژور احساس له برکته وه چې هغه په افغانستان کې په نوي کیفیت سره د موسیقی لارښونه کوله . له نیکه مرغه احمد ظاهر ددې امکانات هم لرل چې دهیواد دوتلو موسیقي پوهانو لکه ساکفونسټ استاد اسماعل عظیمي ، ترومپت نواز استاد ننګیالی ، کمپوزر نېنواز، ترانه ساز مسحورجمال او داسې نورو سره یوځای د خپل استعداد د لا ځلاولو لپاره کار وکړی . د احمد ظاهر دورې د افغانستان په موسیقۍ کې د یو نوی خوزښت د راوستلواستازیتوب کاوه چې دلویدیځ د موسیقۍ تر اغیزلاندې راغلی و . دغه موسیقې ته اماتورلقب ورکړل شوی و، ځکه چې سندرغاړی یې په دودیزه توګه دداسې کورنیو څخه و چې د موسیقۍ سره ئی هیڅ ډول تړاو نه لاره . په هر حال د لویدیځ د موسیقۍ د اغیزجرړو لا پخوا خوزښت پیل کړی و چې نښې یې په ١٩٥٠ کلونو کې د افغانستان دراډیو ټلویزیون وتلو هنرمندانو لکه استاد سرمست، ساربان او نینواز کې ښکاره کیدلی . احمد ظاهر د موسیقۍ سره دخپلې ځانګړې میني او ټینګې ارادې په اساس ٢٢ البومونه ثبت کړي او دري ټوکه نوریې هم د افغانستان راډیو له لارې خپاره شوي دي چې د احمد ظاهر د غږ د مینه والو تنده پرې ماتیږي . احمد ظاهر د غزلو ، آزادو شعرونو او عشقي سندرود ویلو تر څنګه ځیني داسې سندري هم ویلی دي چې دهیواد واکمنوسیاسي اوټولنیزو حالاتو ته ځانګړي شوي وي ، لکه زندګي اخر سراید،مرا از این قفس آزاد کنید او داسې نورې سندرې چې احمد ظاهرپه هغوي کې د هغه وخت د حالاتو په هکله خپل فکر،درد او اعتراض په ډیر ښکلی غږاو هنرسره مینوالو ته بیان کړي . له بده مرغه داحمد ظاهر عمر ډیر لنډو او د٣٣ کالو په عمر د ١٩٧٩ کال دجون په ١٤نیټه یې په یوه دردونکي پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او خپل ټول مینه وال یې په ویر کښینول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبدخشان په فيض اباد کې چاودنه شوې ده .", "output": "دفيض اباد د عامې روغتيا د روغتون ودانۍ ته نيږدې نن غرمه هغه مهال چاودنه رامينځ ته شوه چې څو شېبې وړاندې له دغه ځايه د بدخشان دوالى منشى عبدالمجيد په ګډن د ( پى ار ټى ) د موټرو يو کتار تير شو . دمرګ او ژوبلې په هکله تراوسه پوره رپوټ نشته يوازې د ٤ تنو د ټپي کيدو پخلى شوى دى. عينى شاهدانو بينوا ته وويل :چې دغې چاودنې ډير مالى زيان اړولى دى اوکابوڅلور موتر په کې سوي دي او يو هوټل او روغتون ته ډير زيان رسېدلى دى.ويل کيږي چې دغه چاودنه په يو موټر سايکل کې د ريموټ کنټرول له مخې له لرې څخه ترسره شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کي د لوى احمدشاه بابا ياد غونډه جوړه سوه", "output": "په کندهار ولايت کي د افغانستان د بنسټ ايښودونکي ((لوى احمدشاه بابا)) له ژوندليک څخه د يوې څېړنغونډي په ترڅ کي يادونه وسوه.دغه څېړنغونډه چي د کندهار ولايت د مشورتي - اصلاحي جرګې او د کندهار اطلاعات او کلتور رياست په نوښت د کندهار د و� �ايتي شورا په انګړ کي جوړه سوې وه، د کندهار د يو شمېر ليکوالو ترڅنګ د ځينو ولاياتو ليکوالو هم ګډون پکښي کړى و، غونډه د قران مجيد له تلاوت څخه وروسته د جمهوري رياست او اطلاعات او کتلور وزارت په پيغامونو رسماً پ� �انيستل سوه، وروسته تر دې يو شمېر ليکوالو د خپلو څېړنيزو مقالو په ويلو سره د لوى احمدشاه بابا د ژوند پر سياسي، اجتماعي، ادبي او پوځي اړخونو باندي رڼا واچول، ابدالي احمدشاه بابا يې په خپلو مقالو کي د نوي افغانستان بنسټ ايښودونکى او ستر امپراتور وګاڼه، له بلي خوا د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس عبدالمجيد بابي بېنوا ويبپاڼي ته وويل: د دا راز علمي غونډو جوړول د ځوان نسل د ذهني روښانتيا لپاره يو اغېزمن ګام د� �.ده د خپلو خبرو په دوام سره وويل: چي د دې څېړنغونډي په پاى کي د ځانګړي نوي ټاکل سوي جرګه ګۍ له خوا پرېکړه � �يک خپور سو، چي په هغه کي له دولت څخه غوښتنه سوې ده، چي د لوى احمدشاه بابا د زيارت شاوخوا سيمه دي پارک ته و� �ف سي، او د احمدشاه بابا کور دي دولت رانيسي او موزيم دي يې کړي، او دريم دي د لوى احمدشاه بابا د علمي آثارو � �اټولول او چاپول پکښي شامل وه.د يادوني وړ ده چي لوى احمدشاه بابا د ژوند پر پنځه ويشتم پسرلي په کال ١١٦٠ هـ سپوږميز په کندهار کي د ټولو اقوامود مشرانو له خوا له اته ورځنۍ پرله پسې غونډو وروسته د کندهار په شيرسرخ سيمه کي هغه مهال د افغانستان عمومي پاچا انتخاب سو، چي صابرشاه کابلي ملنګ يې په سر کي د غنمو وږى وټومبه.� �وى احمدشاه بابا واکمنۍ ته له رسېدو وروسته د حکومت واګي تر بخارا، اصفهان او ډيلي پوري ورسولې او په کال ١١٨٦ هجري کي د يوې ناڅرګندي ناروغۍ له امله د لوى کندهار د ((توبې)) په سيمه کي ومړ او د اوسني احمدشاهي کندهار ښار په مرکز کي خاورو ته وسپارل سو، چي پر ځاى يې مشر زوى تيمورشاه درانى پر تخت کښېناست."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر ایران د دنړیوالي آتومي انرژۍ د آژانس نيوکې", "output": "احمد جاويد تسلپه ايران کې د يو� �انيمو د بډاينې له دوام څخه د آتومي انرژۍ د آژانس نيوکې. د نړيوال اټومي انرژۍ آژانس په خپل يوه تازه رپوټ کې ويلي په ايران کې د يورانيمو د بډاينې له دوام څخه د دغه هېواد پر وړاندې د امنيت په شورا کې د احتمالي بنديز د لګولو سر ه سره سختې نيوکې کړي دي. آژانس ويلي چې د ايران دولت د اساسي او مهمو ستونزو د هوارۍ لپاره يي د اټومي پروګرام په برخه کې ډډه کړې ده. آژانس زياته کړې ده تر هغه وخته پورې چې ايران خپل اټومې فعاليتونه نه وي روښانه کړي دغه آژانس به د دغه هېواد د اټومي موخو په اړه هېڅ ډول روښانه نظر اعلام نه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "۳ ټلويزيوني شبکې د روحاني په وير ۲ دقيقې چوپې شوې", "output": "د شهيد روحاني د شهادت په وير کې د ځان شريکولو په موخه د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون ،طلوع او لمر ټلويزيونونو نن د مازيګر پنځه بجې ددغه � �هيدژورناليست په وير کې د ځان شريکولو په موخه دوه دقيقې چوپې شوې او د روحاني تصوير يې خپور کړ ټاکل شوې وه چې ټول ټلويزيونونه او راډيو ګانې نن دغه ګام پورته خو داسې يې ونه کړل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لورلايي کي د ويني د زېرمي بانک پرانيستل شو", "output": "بوريوال کاکړ/ جنوبي پښتونخوا لوالايي د جنوبي پښتونخوا په لورلايي ښار کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر څارني لاندي د پښتونخوا د ويني د زېرمي بانک پرانستل شو. دا پرانيستنه د يوې درنې غونډي په ترڅ کي ترسره شوه چي د ٢٠٠٦م کال د ډسمبر د مياشتي پر اتلسمه نېټه د لورلايي ښار په سيدعبدالقادر کوڅه کي چېري چي د نوموړي زېرمي ودانۍ موقعيت لري ترسره شوه. دا غونډه چي مشرتوب يې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي کمېټې غړي او د پښتون قامي جرګې مشر نواب محمد اياز خان جوګيزي پر غاړه درلود د قران پاک په څو سپېڅليو اياتونو پيل شوه چي سعادت يې حاجي عبدالسلام تر لاسه کړ. د غونډي وياند ښاغلی نعمت الله جلالزی وو. غونډي ته د پښتونخواملي عوامي ګوند د مخکښانو لکه الله نور اڅکزي، جبارخان اتمانخېل، عبېدالله جان بابت، قهارخان ودان، عثمان خان کاکړ، عبدالروف لالا، تر څنګ د عوامي نيشنل ګوند بسم الله لوڼى، د جماعت اسلامي عبدالمتين اخوندزاده او د پاکستان پيپلز ګوند رحمت الله کدېزي په شمول قريب شلو کسانو ويناوي وکړې. ټولو ويناوالو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دغه نېک ګام چي له کوټي وروسته يې په لورلايي کي هم د ويني د زېرمي زمينه برابره کړه په ډېرو ښو ټکو ستاينه وکړه او ډاډ يې ورکړ چي دوى به هر ډول مرستو ته غاړه ږدي او د ويني دغه زېرمه به د ځان ګڼي. د غونډي په پاى کي مشر مېلمه ښاغلي نواب محمداياز خان جوګيزي د بوري ښار ټولو سياسي مشرانو، کارکوونکو، د بېلابېلو خيريه موسسو استازو او عام اولس څخه مننه وکړه او پردې چي خلکو په دې غونډه کي په زيات شمېر ګډون کړی وو، هغوى خوښي څرګنده کړه او دا يې د پښتنو يو ستر او ملي روايت وباله چي ګواکي پښتانه تل پر خپلو ولسي او ملي پېښو سره راغونډېږي. هغه د هغو پښتنوچي په پاکستان کي مېشت دي پر ژوند رڼا واچوله او له هغوى سره يې د دوى په وينا د پاکستاني دولت له اړخه ناروا او غېر قانوني چلند په کلکه وغانده. د ښاغلي نواب محمد اياز خان جوګيزي له وينا وروسته د غونډي وياندنعمت الله جلالزي د غونډي د اختتام ږغ وکړ او له ټولو مېلمنو او برخه والو يې خواست وکړ چي په هغه مېلمستيا کښي ګډون وکړي کومه چي د پښتونخوا ملي عوامي ګوندله اړخه د غونډي برخوالو ته چمتو شوې وه. د يادوني وړ ده چي پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندي د کوټي په ښار کښي هم په ١٩٩٩م کال کښي د ويني د زېرمي بانک د دغه ګوند د مرکزي مشر محمود خان اڅکزي په لاس پرانستى و، د معلوماتو له مخي د ويني دغه بانک له کاله درو زرو کسانو ته بېله لګښته وينه ورکوي. د پښتونخوا د ويني د زېرمي د لورلايي ښار د ښاخ چي رسمي پرانيستنه يې لا نه وه شوې د روان کال د اپرېل د مياشتي له ړومبۍ نېټي څخه په کار پيل کړی او تر اوسه يې چي قريب لس مياشتي کېږي غريب او بېوسه ناروغانو ته شپږ زره ګوډي مفته وينه ورکړې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نظم", "output": "خدای خبر ولې مې د زړه سکون تلا ترغه شو خداې خبر ولې راته ځان داسې عجیبه ښکاري زما د زړه قرار سکون اخر په کومه لاړو زه داسې ولې بې وجوده شومه زما په ژبه د اظهار ټکي ګونګي پاتې شو خدایه چې زه دې دا په کومه درشل ودرولم هم غلامي راته په غاړه هم امېل د شاهت ما مخکښې � �یر څه وېل هېڅ نه کېده خو اوس چې هیڅ نه وایم ډېر څه وشو څه عجیبه ده خپل وجود هم په اعتبار کې نشته د محبت په ښار کې ډېر ډېر خلک زغلي رازغلي داسې منډې وهي په ښار د مصر کې بولي ولګي د خپل غرض او د هوس نه ګېر چاپیره ګرځي ما وژني تا وژي او مینه وژني خو بیا هم ښه یادیږي ښه اوسیږي او زه چې خپله بې غرضه مینه م خکې کړمه په ښار د مصر کې هېڅوک هم نه وي زه د خپل مېنې په احساس باندې مغروره جنۍ حقه حېرانه پرېشانه هسې ودرېږمه زه هم د مېنې په بازار کې لکه د زلېخا په شان بې برخې شمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي اعلاميه", "output": "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ويندوى دفتر نېټه ١٦/ ١٢/١٣٨٥ مطبوعاتي اعلاميه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د طالبانو له خوا د ايټالوي خبريال ډينيل په تښتول کېدو سخت خواشينى دى ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تېرو څلرويشتو ساعتونو را په دېخوا د نوموړي خبريال او دده د افغان ملګرو د خوشي کېدو په خاطر له بېلابېلو لارو څخه هڅې پيل کړې دي خو تر دې دمه يې کومه مثبته نتيجه نه ده ورکړې ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو او بيان د آزادۍ څخه په کلکه دفاع کوي او پر ژورنالېستانو باندې هېڅ ډول تعرض نه شي زغملاى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګارډین: امریکا قبایلي سړي د القاعدې پر ضد کاروي", "output": "ګارډین: امریکا قبایلي سړي د القاعدې پر ضد کاروي سرچینه:د بریټانیې ګارډين ورځپاڼهژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د ب� �یټانیې مشهورې ګارډين ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکې د څار ګرې ادارې سې اې اې د نویو عملیاتو په اړه یوه مقاله خپره کړي ده.په ورځپاڼه کې راغلي چې د امریکې څارګره اداره اوس غواړي پاکستاني قبایلیان په الکترونیکي هغو کمربندونو سمبال کړي چې له مخې به یې د القاعدې ډلي ترهګر له م ینځه وړل کیږي.ګارډین لیکي چې سې اې اې پلان لري قبایلي سړو ته هغه الکترونیکي کوچنۍ دستګاوي ورکړي چې که چیرته په یوه ځای کې ځآی پر ځای کړای شي نو د امریکې بي پیلوټه الوتکې به یې په ډیر دقت سره ځای ځایګی م� �خص کړي او بیا به په هغه سیمه برید وکړي . ورځپاڼه لیکي چې د امریکې څارګرې ادارې له دې دمخه هم له یو شم یر قبایلي کسانو سره د دغو وسیلو د نصبولو په بدل کې مالي مرستې کړي خو اوس غواړي چې خپل دغه پروګرام چټک او ټولو قبایلي سیمو ته پراخ کړي.د دغو وسیلو چې قابیلو ته ورکړل کیږي کمال دا دی چې، لومړی خو ډیري کوچنۍ دي او قبایلي سړي به وکولای شي په ډیره اسانۍ سره دغه وسیلې د القاعدې ډلي پوري د تړلو کسانو د کورونو د باندې نصب او ځای پر ځای کړي.د دغې الکترونیکي پرزې بله ځانګیړنه دا ده چې له نصب څخه وروسته خپل مرکز یعني بي پی� �وټه الوتکو ته هغه زګنالونه استوي چې له مخې یې بي پیلوټه الوتکي کولای شي له ډیرې لوړې ارتفاع څخه د دغې وسیلې ځای مشخص کړي او وروسته بیا پرې برید وکړي.ګارډین لیکي چې امریکا غواړي دغه الکترونیکې پرزې د قبایلي سړو په مټ د پیسو په بدل کې د القاعدې ډلي د مهمو کسانو د غونډو ځایونو ته نژدې ځای پر ځای او وروسته بیا پرې له هوا څخه بریدونه وکړي.د ګارډین ورځپاڼي د شمالي وزیرستان له یوه ځوان چې تاج محمد وزیر نومیږي، څخه په نکل کاږي چې اوس هر څوک په قبایلو کې د امریکې د دغو وسایلو په باب خبري کوي، هر څوک ډاریږي چې خدای مه کړه دغه وسیله زمونږ د کور په انګړ کې نه وي نصبه شوي. ګارډین په پای کې لیکي که څه هم په قبایلي سیم و باندي د امریکې د بي پیلوټه الوتکو بریدونه کومه نوي خبره نه ده خو د امریکې څارګره اداره اوس غواړي دغه پلان ټولو قبایلي سیمو ته پراخ کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آخ! زړه مې.....", "output": "هو. دا منم، چې دا چې تاسې ورته ګناه واياست، زه ورته په دېرې سپېڅلتيا � �ايل یم او تل به يې تکراروم، هو دا مينه ده، چې ما کړې، ستاسې په اند به مينه ګناه وي او سزا به یې مرګ وي، خو م اته بیا پاچاهي ده او که هرځله ژوندی شم، بیا به هم مينه کوم، ځکه په مينه ايمان لرم او مينه باندې باور لرم.اې زما د چم ګاونډ خلکو! خو له مرګ دمخه مې يوه خبره واورﺉ، ځکه چې د مرګ نه وړاندې هر انسان دا حق لري، چې يو وصيت وکړي، نو زه هم درته دا وصيت کوم، چې له مرګ او سوځولو نه وړاندې زما زړه راوباسی، هغه ځکه چې په دغه زړه کې يو بل څوک اوسي او نه غواړم هغه وسوځيږي، که مو دا کار وکړ، بیا مې ټوټې – ټوټې کړﺉ او ومې سوځوﺉ، خو چې د زړه دننه استوګن ته مې درد ونه رسيږي، ځکه چې هغه هلته ځای نيولی او تل به یې همدغلته استوګنه وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غور: د ګڼو سیمو اوسیدونکي د خوراکي توکو له نه شتون سره مخ دي", "output": "دغور ولایت څخه بینوا ویب پاڼي ته را رسیدلي رپوټونه وایې چې دغلته د خوراکي توکو کموالي د سیمي خلک له سختو ستونزو سره م خ کړي دي. د سیمي اوسیدونکو څخه په حواله راغلي چې د یوې ډوډۍ بیه شل افغانیو ته ختلي ده په داسي حال کې چې د هیواد په نورو سیمو کې د یوې وچې ډوډۍ بیه اته تر لسو افغانیو پوري ده. د سیمي خلګ متواتري وچکالۍ او د کار نه شتون د دې احتمالي غمیزي اصلي لاملونه په ګوتو کوي.د غور ولایت چارواکي تر اوسه دې ته نه دي حاظر شوي چې د دې ولایت د خلکو د ټولیز حالت په اړه بینوا ویب پاڼی ته څه ووایې. د سیمي اوسیدونکي وایې چې که چیرته دوي ته خوراکي توکي و نه � �سول شي نو ډیر ژر به د مرکز او یو شمیر ولسوالیو تر منځ غزیدلي واټونه وتړل شي او هلته به ګڼ انسانان له لوږی خپل ژوند له لاسه ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عمر دې ډير شه خپله ياره", "output": "دډيرې خوښۍ ځاى دى چې بينوا ويب پاڼې د خپل ژوند دمنزل يوګام ښه په ميړانه اوبرياليتوب پورته كړ.اودياولووړيې بولم چې دې ويب پاڼې د تير يو كال په اوږدو كې خپل لوستونكي په ځانګړوخپرونو،خبرونو،علمي،ادبي،ټولنيزو د بينوا ويب پاڼې درنوچلوونكو او ګرانو پښتنو ورونو!په سلامونو مو لمانځمدډيرې خوښۍ ځاى دى چې بينوا ويب پاڼې د خپل ژوند دمنزل يوګام ښه په ميړانه اوبرياليتوب پورته كړ.اودياولووړيې بولم چې دې ويب پاڼې د تير يو كال په اوږدو كې خپل لوستونكي په ځانګړوخپرونو،خبرونو،علمي،ادبي،ټولنيزو او ډول ډول مضامينو نازولي دي .چې داهڅې يې دستايلو وړ دي. په پاي كې دبينواويب پاڼې ټولو كاركوونكوته دزړه دتله مباركي ووايم او دلوى څښتن نه ورته ددوي د لا برياوو هيله كووم.بينوا ويب پاڼه دې تر ډيره ژوندۍ وي درنښتعبدالجبار څپاندكابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له عافيه صديقي سره نيول شوى ماشوم پاکستان ته ورکړل شو", "output": "پاکستان ته د دولس کلن علي حسين سپارل د افغان ولس مشر حامد کرزي په ځانګړي حکم تر سره شول. ديې نن په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل شو.دغه پاکستانۍ ماشوم څو مياشتې وړاندې په په غزني ولايت کې له يوې ميرمني سره چې عافيه صديقي نوميده نيول شوي وو، وروستو راپورونه خپاره شول چې عافيه صديقي په نړيوالو ځواکونو د بريد ناکامه هڅه وکړه،بيا دغه م اشوم افغان حکومت ته وسپارل شو، او عافيه صديقي نړيوالو ځواکونو د پوښتنو لپاره امريکې ته بوتله چې اوس هم هلته په بند کې ده. هغه مراسيم چې پاکستان ته د دغې ماشوم د سپارلو په موخه ن په کابل کې جوړشوي وو، پکې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د کونسلونو مشر داود پنجشيري وه ويل چې له د کار نه يې موخه داده چې افغانستان له پاکستان سره د اړيګو لاټنګول غواړي. ديې وايې علي حسين چې يولس يا دولس کاله عمر لري. زمونږ د رواجونو له پلوه، هم د پشري حقونو او نورو نړيوالو قوانينو ته په کتو سره د ميلمه په توګه ساتل شوى . او ښه چلند ورسره شوى دى،په کابل کې د پاکستان سفارت شانزدافير اصف دوراني ، له افغانستان نه مننه وکړه، او هيله يې څ رګنده کړه چې داسېې چارې به د دواړو هيوادونو د دوستى په ټينګښت کې ښه رول ولوبوي .ده په ځانګړي توګه له افغان ولس مشر حامد کزي هم مننه کړه. دا چې دا ماشوم علي حسين څوګ دى،اوڅنګه دعافيه صديقي په لاس ورغى په هلکه يې خپاره شوي راپورونه وايې، کله چې څوکاله وړاندې د پاکستان په کشمير سخته زلزله و� �وه،او ډيره مرګ ژوبله يې واړه وله، نو په هغې کي د علي حيسن مور پلار مړه شول او بيا يې ساتنه عافيه صديقي په غاړه واخيسته.خو دده په هکله نور جزيات ندي ورکړل شوي، چې اوس به چيرته له چا سره او څنګه ژوند کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هينداره", "output": "چي ومي � �يدې ستا سترگې خمارې اينه کې کړې درک مې خپلې سترگې څه بې لارې اينه کې خوبونه مې پاريال ته ښاپيروځان سره وړي څومره مستې بې پ� �واه دي حسن دارې اينه کې دزړونو مالک خدای خوزما په زړه باندي پوهيږې چې ږدې درنجوخال په څوڅووارې اينه کې تکل کړوچې کاروان به دبابا په لاره سم کړو پښتو راته ټپې کړې مزيدارې اينه کې راځی چې ورته چل دم ينې زده کړوپه سندرو قطا� �قطارخوبانې دي اوزگا رې اينه کې په سترگوکې يې راکړې پيمانې دخمارونو په نازنازمې ويدې کړلې کرارې اينه کې يووارکه دهينداروملکه ځان راښکاره کړي څه گرم به بازارشي دهيندارو اينه کې ځلانده دراتلووعدې دې څومره غځېد� �ي بس سترگې غړومه ناقرارې اينه کې نقيب الله ځلاند - خوست"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل: چاودنې مرګ ژوبله واړوله", "output": "مسعود حسین خیل- ظاهر جان نن سهار د کابل د می� �ویس میدان ( کوټه سنګي) په سیمه کې د لاسي بمونو په یوه برید کې دری کسان وژل شوي او یو شمیر ژوبل دي. عیني � �اهدانو وویل چې برید کونکو د کوټه سنګي په څلورلاري کې د تیلو پمپ ته نژدې د پولیسو شنه رنګي کانټینر ته یو پر بل پسې دوه بمونه ور واچول او یوه کرولا موټر په مرسته له سیمې وتښتیدل. له سیمې څخه را رسیدلي لومړني � �پوټونه د پولیسو له یوه افسر څخه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایې په دې برید کې دری تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. بله خوا د کورنیو چارو وزارت نطاق زمري بشري وویل چې په برید کې یوازي دوه کسه ژوبل شوي دي. چاودنه دومره زوروره وه چې د نژدې پرتو ودانیو خیښې یې ماتي کړي او په سیمه کې دوه ځیانمن شوي موټر هم تر ست� �ګو کیدل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوم کوم په هنر مینه پیغله، د نازونو یوه سپیڅلي ډالۍ( مرکه)", "output": "کوم کوم په هنر مینه پیغله، د نازونو یوه سپیڅلي ډالۍ( مرکه) (( تمثیل زما د زړه احساس دی او هیڅ څوک نه شي کولای چې دغه ډول احساس په ښونځي او یا پوهنتو کې زده کړي)) د هغې اصلي نوم (جوهي پارمر) ده او د هند د راجستان په ایالت کې زیږیدلي ده. هغې د لومړي ځل لپاره د شاهین په نامه په یوه تلویزیوني سریال کې رول ولوباوه. میرمن پا� �مر د وراثت او سارااکاش په نامه سریالانو کې هم خورا ښکلی رول لوبولی خو د کوم کوم ډرامي هغې ته نړیوال شهرت ور په برخه کړ. په لاندې څو کرښو کې کوم کوم د بینواویب پاڼي د خبریال پوښتنو ته ځوابونه وایې.پوښتنه: څ� �نګه مو سینما ته پام شو او ورته مو مخه کړه؟ځواب: د نورو هنرمندانو په څير کله چې ماشومه وم له سینما او فلم ونو سره مي مینه لرله او د ښونځي له پای ته رسولو وروسته د راجستان له جیپور څخه بمبي ته اراغلم او � �ه خپلي ترور سره د هغې په کور کې اوسید.د لومړي ځل لپاره چې کله په ممبي کې د شاهین سریال کې د ګډون � �پاره ورغلم نو پروډیوسر یې زیاته وهڅولم او په دوو دریو برخو کې له کار کولو وروسته پروډیسور راته وویل چې ته یوه عادي هنرمنده نه بلکه ېوه ستوري یې چې له همدې ورځو وروسته مې سریالونو ته مخه کړه. پوښتنه: څرنګه د ټلویزیون نړۍ ته ننوتلي؟ځواب:ما مخکې هم وویل چې ما غوښتل یوه هنر پیشه اوسم، او له همدې کبله زه ببمۍ ته راغلم او هلته مې له سینمایي ستورو سره شناخت پیدا کړ او ډیر ژر مې د سوني په ټلویزیون کې په کار کولو پیل وکړ او د شاهین سریال هم له سوني تفریحي ټلویزیون څخه خپریده. پوښتنه: آیا تاسو د اکټینګ په برخه کې مسلکي � �وزنه کړي؟ځواب: زما په اند تمثل او هنرنمايي هغه څه نه دي چې څوک یې په یوه ښونځي کې زده کړي او دغه کار د انسان درد وني احساس دی چې په طبیعت پوري اړه لري خو زما لپاره د فلمونو د ډکولو یا شوتینګ صحنې د ښونځي په څير دي او ډایرکټران هم د ښونکو په څیر. پوښتنه: په دغو ورځو کې په کوم کار بوخته یاست؟ځواب:زه اوس د کوم کوم سریال کې په کارکولو بوخته یم چې د ستارپلس ټلویزیون له خوا او د همدې ټ� �ویزیونپه لګښت جوړیږي او خپریږي. پوښتنه: د بینواویب پاڼي لوستونکو ته په کوم کوم سریال کې کوم چې په افغانستان کې هم زیات مینه وال لري د خپل رول په اړه را ته ووایاست؟ځواب:په دې تلویزیوني ډرامه کې زم ا رول څرګند دی هغه په دې معنی چې زه کلیدلي رول لوبوم.زه په دې سریال کې د کور د میرمني رول لوبوم چې نوم مي کوم کوم دی او د کور له بوډا څخه تر کوچنیو ماشومانو پوري له ټولو سره مینه او صمیمیت ل� �م.تاسو ته ویلای شم چې زه په دې رول کې ځان ډیر آرام احساسوم او ټولي هغه ځانګړتیاوي راپکې دي چې د کور یوه میرمن یې باید ولري. پوښتنه: تاسو په خپل فارع وخت کې څه کوﺉ؟ ځواب: که ریښتیا درته ووایم، زه د لوبو او تفریح لپاره ډیر لږ وخت لرم او په ګرانه دغه وخت پیدا کولای شم ځکه چې زه په خپلو سینمايي کا� �ونو کې سخته بوخته یم. پوښتنه: آیا تاسو د خپولوکاري پروګرامونو لپاره کوم خاص مهال ویش لرﺉ؟ځواب: د کوم کوم په نامه زما د سریال د شوتینګ لپاره کوم خاص مهال ویش نه لرم، په دې معنی چې په میاشت کې ۲۵ ورځي زه د کوم کوم ډرامۍ په شوتینګونو بوخته یم چې دغه کار له دماغي او فزیکي اړخه ما سخته ستومانه کوي. دغه سریال له درینیمو کلونو را پدې خوا روان دی .پوښتنه: د کوم کوم په نامه دغه سریال کې د کارکولو پر مهال خپله یوه ښه خاطره له مونږ سره شریکه کړﺉ؟ځواب: دغه سریال ماته س� �اسر له خاطرو ډک دی.هغې کټ کټ وخندل ( هه هه هه هه هه هه هه )(( سراسر خاطري لرم خو یوه خاطره هم دا کیدای شي چې ما اوس په سلهاوو زره افغانان هم پیژني په داسي حال کې ما هیڅ کله هم دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به په دغې شمیرې افغانان ما وپیژني)). پوښتنه: د راتلونکي لپاره څه پلانونه لرﺉ؟ځواب: د رات� �ونکي لپاره کوم ځانګړی پلان نه لرم او زه هره ورځ خپل د همغې ورځي پلان جوړوم. پوښتنه: د ژوندانه ښي شیبې مو کومي دي؟ځواب: زما د ژوند ښي شیبې دوه دي. لومړی شیبه هغه ده چې زه د شاهین په نامه سریال کې د لومړي ځل لپاره ومنل شوم او دوهمه هم هغه چې د کوم کوم په سریال کې راته تر ټولو لوړ رول را کړ شو. یادونه: دغه مرکه په ممبۍ کې د بینواویب پاڼي همکاري راحله سیرت چمتو کړي او را لیږلي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګارډین: له سویل نه ختیځ ته د سرتیرو کوچیدل", "output": "ګارډین: له سویل نه ختیځ ته د سرتیرو کوچیدل سرچینه: ګارډین ورځپاڼه ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د بریټانیې ګارډین ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان له جنوبي ولایت هلمند څخه د هیواد ختیځو سیمو ته د امریکایې سرتیرو د بي ځایه کولو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده. ورځپاڼه لیکي چې امریکایې قوماندانان غواړي د اورپکۍ د مخ نیوي لپاره اوس له هلمند څخه خپل په زرګونو تنه سرتیري را وباسي او د ملک په ختیځو هغو ولایتونو کې یې ځای پر ځای کړي چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. ګارډین کاږي چې له دغه کار څخه د امریکايي قوماندانانو موخه دا ده چې پرې د افغانستان خاورې ته د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې څخه د اورپکو د اوښتو را اوښتو مخه ونیسي. ورځپاڼه وړاندي لیکي، طالبان د افغانستان اوپاکستان غرنۍ سیمې د خوندي ځایونو په توګه کاروي او داسي هم ویل کیږي چې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن هم په همدې غرنیو سیمو کې او په قوي احتمال په شمالي وزیرستان کې غلی شوی دی. ګارډین په هلمند کې له میشتو بریټانوي قوماندانانو په حواله لیکي چې له دغه ولایت څخه به د امریکایي ځواکونو وتل او په ختیځو ولایتونو کې د هغوي ځای پر ځای کول دغلته په میشتو بریټانوي سرتیرو فشار زیات کړي. دامریکې دولت اوس د حقاني ډله هم د یوه عمده ګواښ په توګه پیژني او وایې چې د حقاني ډله اوس یوازي په خوست ولایت کې نه او هان تر پکتیا او پکتیکا پوري یې لاسونه غزولي دي. د افغانستان ختیځو ولایتونو ته د امریکایې سرتیرو انتقال دا ښیې چې امریکایي قوماندانان په افغانستان کې نورو اضافي عسکرو ته اړتیا لري او ښایې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال ستانلي مک کریسټال افغانستان ته د نورو ۴۵۰۰۰ سرتیرو د استولو غوښتنه وکړي. ګارډین لیکي، که چیرته د جنرال مک کرسټال دغه غوښتنه د پنټاګون له خوا ومنل شي نو په افغانستان کې به یوازي د امریکایې سرتیرو شمیر تر سل زرو واوړي. د ګارډین په لیکنه چې دمګړۍ یوازي د افغانستان په خوست او نورو ختیځو سیمو کې اوه نیم زره امریکايي پوځيان ځای پر ځای دی. ورځپاڼه په پای کې لیکي چې له هلمند ولایت څخه به د امریکایې سرتیرو وتل یوازي بریټانوي قوماندانانو ته د منلو وړ نه وي بلکه د پاکستان پولو ته څیرمه د هغوي ځای پر ځای کول به د پاکستان د حکومت اندیښنې هم را وپاروي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هرات اوبادغیس کی ګڼه مسلمانانوداختردلمانځه په دعاکی کی هیوادکی همیشنی سولی ته دعاوکړه.", "output": "له دی سره سره چه دهرات ښارګڼه استوګنووروستیونامنیوته په توجو,دامنیت له ادنیښنوسره مخ وه پرته له کومی امنیتی پیښی دکمکی اخترلمونځ په پراخه حضوراداکړی شو. دښارمرکزاوبیلابیلوولسوالیوکی خلکوترلمانځه وروسته روغبړسره وکړدهمیشنی سولی لپاره یی دعاوکړه نه یواځی هرات بلکی بادغیس کی هم خلکوورته ارمانونه لرل. په هرات اوبادغیس کی دروژی په میاشتی کی څو پلاپه ګڼه میښته سیموکی چاودنه وشوی چه ترټولوزړه بوږنونکی پیښی یی دروژی په سرکی دهرات جامع جومات په مخ کی دچاودنی له امله دلس تنه لومنځ کونکی ټپی کیدل، اودروژی په وروستی ورځ سپینه ادی سیمه کی داختردسودادپیرپه مهال دمیرمنواوماشومانوپه ګډون دپنځه تنه مرګ ژوبله یادولی شو.ځکه نوپه دغه اخترکی دنارینه ووترڅنګ میرمنوهم جامع جوماتونوته ددعاپه پنیت راماتی شوی اویوی میرمینی په داسی الفاظودسولی سوال رب العزت څخه وکړ. «دامیرمن وایی خدایه ته موحال کوری ډیرناتوانه یومونږنورله جګړی ستړی یوهمیشنی سوله موپه نصیب کړه»دلته په هرات کی په جامع جومات سربیره دانصاری صاحب جومات ،جامی صاحب برامان اوګڼه جوماتونوکی دینی علماوخلکوته توصیه وکړه جه دسولی دټینګښت په نیت هلی ځلی وکړی دجګړی په دواړواړخونویی غږوکړوڅو له جګړی په لاس اخیستودملکی کسان ژوندته پام وساتی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوریزه", "output": "څلوریزه رښتین که مې دا خدمــت پښــتو لره پکارشـيپښــــــــتانه پرې لږ دخوبه رابيدار شينوهله به مـې محنــت ونيسي ځــای څــهڅـه نا څه به مې زړګی هم په قــــرار شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتو په وينډوز چليز سيستم كې شامله ژبه شوه", "output": "چې غوټې پسې وهې په لاس به درشيچا ويل چې په درياب كې گوهر نشتهستر خوشال بابا دا دى دكمپيوټر لپاره د پروگرام جوړولو تر ټولو سترې موسسې Microsoft چليز سيستم Windows ته د نړۍ يولس نورې ژبې ( چې له نېكه مرغه پښتــــــو ژبه هم پكې شامله ده ) ورډېرې او Update (نوى كوونكى) فايل يې په 27-05-2005 نيټه جوړ او پرون ورځ ( د 2005 كال د اگست په نهمه نيټه ) يې د انټرنټ له لارې مينه والو ته وړاندې كړ .دغه يوولس ژبې به دWindows XP ServicePack 2 نوې(Updated) بڼې ته ورډېرې شوې دي او وروسته لدې به ټولو راتلونكو Windows چليز سيستمونو كې موجودې وي .كه چېرې ستاسې په كمپيوټر كې Windows XP ServicePack 2 چليز سيستم ولرئ نو د يوه نوي كوونكي Windows XP –KB 897338-V2-X86-ENU.EXE نومي فايل په ښكته كولو سره به مو په Windowsكې پښتو Pashto(Afghanistan) سره له كره كليدړې ورډېره شي . لارښـــــــــــــود: ددغه Update د كښته كولو لپاره: ۱ـــ لومړى كښته كول Download كښېكاږئ.۲ـــ بيا وروسته : ـــ د سمدلاسه Instalation لپاره همدغلته په Open يا Run كليك وكړئ .ـــ كه غواړئ فايل كښته كړئ ، وه يې ساتئ او بيا يې كوم بل وخت Install كړئ نو Save ياSave this program to disk كښېكاږئ .د نوموړي نوي كوونكيupdate file ځينې ځانگړنې :د فايل نوم: Windows XP -kw89338-v2-x86-ENU.exe 1.0: Versionدجوړېدو نېټه : 27-05 -2005د خپـرېدو نېټه : 09- 08-2005 ژبه : انگرېزي English 1792KB : Downloading size د كښته كولو كچه د كښته كولو تخميني وخت : له يوې تر پينځو دقيقو (ستاسې د انترنت سروس په ډول اوچټكتيا اړه لري.)او يا هم دا http://www.microsoft.com/downloads/thankyou.aspx?familyId=3fa7cdd1-506b-4ca0-bd47-b338e337a527&displayLang=en كرښه كښېكاږئ او ورپسې په نوموړې پاڼه كې دDownload تڼۍ كښېكاږئ .پدې توگه د Microsoft موسسې د تخنيكي څانگې د كاركونكو څخه چې دې كار ته يې وخت او ارزښت وركړ ، او همدارنگه له ټولو هغو پښتنو ورونو څخه چې پدې لار كې يې زيار كښلى او نوموړې موسسې ته يې د پښتو ژبې او په Windows سيستم كې يې د شاملولو ارزښت ور په گوته كړى او يا يې نورې مشورې ورلېږلې دي او هڅولي يې دي ، د زړه له كومي مننه كوو او د دغه كاميابۍ مباركي ورته وايو . په درنښتد تل افغان وېب پاڼې اداره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ډسکو سندرې", "output": "یاران مې لیوني شو دپردو سندرې وایي لنډۍ ،ټپې یې پریښې دډسکو سندرې وايي ویاړنه اوپاسلینه په ریښه ،ریښه پګړۍ وه پګړۍ ورځنې هیره د� �نګوسندرې وایي شړنګار وه دپاولیو او کړنګار دبا هوګانو پاولۍ،نتکۍ پریږده دمنیژو سندرې وایي چې پروت په خیراتې ځمکه زما اودډیلي دی نن هغه خیرات خور دحماسو سندرې وایي راکړی خدای تبریز دی په سیندو مې پورې باسي زه خپلې اودی خپلې دعرشو سندرې وایي زاهد دتسبو مینه دساقي له پیالې زار کړه اوس دواړه یو ځای ناست دي دپیالوسندرې وایي مخکښه خدای دې خیر کړي دوطن به دې څه حال شي چې شیخ دې پړ مخ پروت دی په سجدو سندرې وایي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کونړ:بهرنيوځواکونویو زده کونکی وژلی اودکورنی دری غړی یی له ځانه سره وړی", "output": "دکونړ ولایت دمروری ولسوالی په دړیدم کی دشپی ناوخته دځایی خلکو په وینا امریکای ځواکونو په یوه کور چاپه ووهله یو تن یی وواژه اودری نور یی له ځان سره یوړل ددغه کورنی یوتن عزیزالرحمن وایی وژل شوی یو کم عمره ځوان او ښوونځی زده کونکی و چی ایله یوه اوونی یی له واده تیریده عزیزالرحمن زیاتوی مونږ په خپل کورکی ویده وو چی امریکایان راغلل او زمونږ دکور پلټنه یی پیل کړه دری تنه یی ونیول مونږ له وژل شوی زلمی نه وخبر هغه په یوه داسی وسله ویشتل شوی و چی څوک یی په ډز نه وو خبر شوی دی وایی مونږ په خپله ګناه نه پوهیږو له هیځ کومی وسلوالی ډلی سره اړیکی نه لرو دکونړ والی سيدفضل الله وحيدي دپیښی په اړه دیوی لوی غونډی پروخت وویل داخلک ترهګر وو هیځکله دداسی خلکو ملاتړ مه کوی بهرنیو ځواکونوتردی دمه دپیښی په اړه څه نه دی ویلی له دې وړاندې ددې ولايت داسمارو� �سوالۍ په ډمبروکې ايتلافي ځواکونوپه ورته يوه پيښه کې درې تنه وژلي ووهغه مهال دکونړوالي سيدفضل الله وحيدي وژل شوي ترهګر بللي ووچې وروسته بيا ولسمشرکرزي وژل شوي بي ګنا وبلل اوله هغوئ سره مرستې هم وکړې مالومه نه ده چې ددې تازه پيښې په اړه به وروسته څه رامنځ ته کيږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزیر د انګلستان له سفیر سره وکتل", "output": "د سرحدونو، ا� �وامو او قبایل چارو وزیر اسدالله خالد نن د سه شنبې په ورځ په کابل کې د انګلستان له سفیر سره وکتل. ښاغ� �ي خالد په دغه کتنه کې له شرارد کوپرکولس سره د کابل او بریټانيي تر منځ په اړیکو خبري وکړي او په تیرو څو کلونو کې یې له افغانستان سره د بریټانیي مرستي د قدر وړ وبللي.دواړو لورو په دې لیدنه کتنه کې په یو � �ړ نورو مسایلو هم خبري وکړي چې جزیات یې رسنیو ته نه دي سپارل شوي.انګلستان چې له افغانستان سره د مخکښو م� �سته کونکو هیوادونو په کتار کې راځي همدا اوس اوس په هلمند ولایت کې پراخ پوځي حضور لري او په ملیونونو ډالره یې هم له دې ملک سره مرسته کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لاهور:يوې چاودني اته انسانان ووژل", "output": "پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کي د چهار شنبې په شپه په يولسو بجو يو ځان مرگی بريد تر سره سو. پداسي حال کي چي په ښار کي د پاکستان د خپلواکۍ د جشن په ت� �څ کي سخت امنيتي گامونه اوچت کړل سوي دي، دغه بريد پر امنيت ساتونکو پوليسو تر سره سوی دی. په دغه بريد کي اته انسانو خپل ژوند د لاسه وکړی چي پکښي شپږ پوليس او دوې ښځي شاملي دي. په بريد کي د پوليسو تر څنگ عامو وگړو ته هم زيان اوښتی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کي د امن جرګې په اړه پیغام", "output": "د سلام فرهنګي ټولني پيغامد امن جرګه د هغو ستونزوڅخه د خلاصون غوره لار ده چي هم يې پاکستان ته زيان اړولۍ او هم يې افغان اولس د مرګ پر کم بله کښينولۍ دۍ . د ناورين ، غم اوژړا څپې چي د دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ډيورنډ ناولي کرښي پر دواړو خواو ميشتو اولسونو پرتې او را خورې شويدي ، په زور او جګړو نه بلکي په تدبير او مرکو حل کېدای شي . د دواړو � �ورو اولسي مشرانو ته په کار ده چي د روانو نړيوالو حالاتو په رڼا کي خپلي تاريخي ، ټولنيزي او سياسي ناخوالي را بربنډي او د حل او غوڅولو لپاره يې په بشپړ اولسي رسالت اوجرئت تاريخي فېصلې وکړي .د افغانستان او پاکستان او په ځانګړي توګه د ډيورنډ منحوسي کرښي دواړو لورو ته د ميشتو اولسونو لپاره د څه زيات سلو کالو په ترځ کي دا لومړۍ ځل دئ چي د خپلو ستونزو د حل لپاره هم په سيمه او هم په نړيوال ډګر کي مناسب او وړ چاپير يال ب� �ابر شويدئ . اوس د کرښي له دواړو غاړو څخه د راغلو وکيلانو او اولسي استازو سالم درک او بشپړ جرئت کو� �ای شي چي ، هم د روانو ناامنيو ټغر ټول کړي او هم د خپل تاريخي هويت او برم د بيرته تر لاسه کولو جوګه شي . سلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې په دې باور دي چي د امن جرګې ګډونوال د دې توان لري چي د خپلو تاريخي فيصلوپه رڼا کي د خپل تاريخي هويت ساتنه وکړي او د ځمکنۍ بشپړتيا او قومي يوالي په اعلانولو د پيړيو راپاته لانجه حل او د بشپړ افغانستان پاکه لمن د سولي او امن ټاټوبۍ کړي .په همدې هيله د سلام فرهنګي ټولني د م� �ر تابه جرګه ګئ په استازيتوب"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلاف: د يو شمير طالبانو د وژلکيدو خبر ورکړ", "output": "میرویس جلالزید امریکا په مشرۍ ایتلافي ټلوالی ویلې چې د هلمند په ولایت کې یې د افغان ملی پوځیانو په مرسته څه باندي دیرش تنه طالبان وژلي دي .دلته د ایتلاف د مطبوعاتی دفتر بیانیه وایې ، دا طالبان هغه مهال تر برید لاندی راغلل چې د مشترکو قواوو په گزمه یې د راکټ لانچرو او سپکو وسلو برید وکړ .دا پیښه د هلمند په قراردادي ولسوالۍ موسی قلعه کی شوي ده . ایتلاف د ځان او افغان سرتیرو د مرگ ژوبلي په اړه څه ندي ویلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا : خندنۍ موسکا،خونړۍ امسا!؟(څلورمه برخه)", "output": "پروفيسر کابلي والا - هندوستان امريكا : خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا؟ لمړۍ برخه ، دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ، چيرته لندن، چيرته هلمند دى ....؟ -------------------------------- + انګريزانو ته يوه مشوره ... + كه په ميوند كې... + د ديورند كلي اوس هم له انګريزانوسره ده ... + كه انګريزان ديورندكرښه مني ، افغانان ددوى سوله ييز نيت ته په شك سره ګوري ... ----------------------------------- وايي كله چې كه كوم روسى دشرابو له څښلو وروسته په شرابو ناروغه شي، اوياڅه روغتيايي ستونزه ورته پيداشي او چاته دخپلې ناروغئ څرګندونه كوي ، نودمقابل سړي ځواب ورته دا وي چې : يوځل يي بياوڅښه ! داسې فكركيږي چې انګريزانوته هم دنړې په اوسنې سياست كې له مودو مودو وروسته ديوځل بياخبره په فكركې ورتيره شوي ، چې افغانستان بيا وريادشو، اوبيايي هغې خواته چې هلته تراوسه پورې ددوى دتاريخي ماتې ميوندي نارې سورې له خپل برمه نه دي سړې شوې ورمخه كړه . اوس پوښتنه داده چې انګريزان په دغه سيمه كې څه غواړي ؟ دوى ولي دځان له پاره يوبل ځاى غوره نه كړ چې ځان يې هلمندته وواهه اودادى هلته يې نژدې پنځه زره پوځيان نورهم پلي كړل .آياددوى له پاره د ايران اوياهم پاكستان راتلونكي خطرناكه بريښي ؟ اياله دوى سره به داپوښتنه نه وي چې ګواكي امريكا، انګلستان اواسرائيل غواړې په ګډه ددغو هيواد اتومي څارنه ترسره كړي ؟ اياددوى دغه نوې دنده به دامريكا له نوى پلان سره چې اوس يې له هند سره نوى داتومي معاملي په نامه پيل كړې له دغه ټكي سره اړيكي ونه لري؟ داډول پوښتنې ښايي چې نورې هم له يوشميركسانوسره داوسنيونړيوالو حالاتو له مخې راپورته شي. خوله دې سره سره داټكى هم شته چې امريكايانو خو كه پركندهار يرغل وكړ، دځان له پاره يې يو لامل دا جوړاوه چې ګواكي طالب واكي يې تش په نامه رانسكوره كړه اوځانونه يې هلته اوياهم دهيواد په جنوب كې دځانګړوموخوچې هرڅوك اوان اوسنۍ ميدياهم نه شي كولاى اوياهم نه غواړي ځان پرې پوه كړي كلك كړل او په همدغې جوړې كړې ډرامې سره يې نژدې څلوركاله دپښتنو په وژنو، زنداني كولو اوبمبارولو اوګوانتاناموته په استولو استولوباندې زړه ښه يخ كړ. ترڅو چې پايله يې داشوه چې په خپلې ناتوانۍ سره يې ځان ددې له پاره تياركړ، چې بايد له سيمې څخه ځان په يوه خواكړي اودغه ناكام ماموريت دانګريزانو اوكاناډايانو غاړې ته ور واچوي ، كاناډايي ځواكونه دغه هيواد ته دسوله ساتونكو په توګه ورسيدل ، خوداچې امريكايانو څه ورته كرلي ، دهغو بوج به د دوى پراوږو ورلويږي ، دوى دمرستې په نيت دغه هيواد ته تللي اوپه زيات ګمان دوى پرته له دې چې دافغانستان له خلكوسره مرسته وكړي بل كوم ښكيلاكي هدف اوموخه نه لري ددې خبرې يولامل داهم دى چې دكاناډا يوې سروې په دې وروستيو وختو كې وښوده چې ددغه هيواد خلك په سلوكې تر (۶۵) زيات افغانستان ته دخپلو پوځيانو داستولو مخالف دي . خوله دې سره سره به هم دوى ترامريكايي فشار لاندې راځي اودهغوكړو قرباني كيږي به كوم چې امريكا دلته ترسره كړي دي . امريكا په كندهار اوشاوخوا ولايتونوكې دبياجوړونې په ترڅ كې څه شى ترسره كړل ؟ هيڅ ، يوازې مافيايي فعاليتونه يې په دغه سيمه كې را وهڅول او له جګړه ماروسره يې نورهم دافغانستان په ورانولوكې يوځاى برخه واخيسته . زه باورلرم چې كه كاناډايي سوله ساتو ته دامريكايانو په نمايي واك اوځواك څوك وركړي اودامريكايانو په حساب كې يې رانه ولي دوى كولاى شي چې دكندهار په بياجوړونه كې په خورا ميړانې سره خپله انساني دنده ترسره كړي .خودريغه چې داكارترامريكايي بدغونتوب وروسته نه واى ترسره شوى . راځو بيرته انګريزانو ته ، په دې نژدې وختو كې په لندن كې ددغه هيواد مقامات دافغانستان په اړه دلندن دكنفرانس كوربانه وو. تردغه كنفرانس يوڅه مخكې يوشميرياران لندن ته دبزګرو اونورو په استازيتوب راغلي وواو په دې اړه يې خبرې كولې چې ګواكي له انګريزانوڅخه دمرستې تمه لري چې دوى ته بايد دكوكناروكرلو اجازه وركړي او دغه سوداګري بايد قانوني بڼه غوره كړي . يوشميرڅارونكي دغه معامله ډيره ساده نه انګيري ، په دې مانا چې انګريزان خوهم دچاخبره دهمدغې نړۍ خلك دي اودهمدغې پانګوالي نړۍ دگټوپه رمز وراز باندي ښه پوهيږي ، ځكه دوى په دغه سوداګرۍ كې خامخاخپله څه گټه ويني چې دبيلابيلو خبري رسنيو له لارې چې دوى يې په نړيواله سويه سمبالوونكي دي داخپروي اوددغې موضوع په اړه يې پراخ تبليغات ترلاس لاندې نيولي هم دي . اوس پوښتنه داده چې دوى په رښتياهم دخپلو خلكو له پاره دكارموندلو اوبوختياوو په لټه كې دي اوكه غواړي چې په دغه سيمه كې له دغومافيايي گټوڅخه دوى هم برخمن شي. غالبآ چې يوڅه خو به وي ، خوداسې چې ډيربه اسانه هم نه وي . زه دآسيا دتاريخ د تجربې له مخې ددغې موضوع په اړه دومره ويلاى شم، چې د دوو تيروپيړيوپه ترڅ كې يرغلګرانګريزان دخپلو استعماري ګټو په خاطر ددغه شان معاملو خورا بد اوتورتاريخ لري ، دوى په اسياكې دهند دنيمې وچې دنيولو په ترڅ كې له كټ مټ لاروچاروڅخه كارواخيست ،دوى په جنوبي اسياكې دترياكود تاريخي جګړې بنسټ ايښودونكي اوكارپوهان وو اوپه هغې كې ېې خپله خونړۍ دنده په خورا بدنامئ سره ترسره كړه اوان چې په په نيمه وچه اوصوبه سرحد كې يې له ډيرپخواڅخه دغه ميراث په خپل سرپريښود چې تراوسه پورې ددوى دناسمې ادارې اوناوليوغرضونوله مخې دغه سيمه له دغو ستونزو سره لاس اوګريوان ده . ترياك كرل ، اودهغو سوداګرۍ دهند دشرقي كمپنۍ ميراث دى چې تراوسه پورې ګرده ايشياله دغې ناوړې انساني غميزې نه خوندي كيږي . مانا داچې دمخدراتوسوداګري اوپه هغو باند ې ديوشميرملتونواوسياستونو روږدي كول دهنددختيزې كمپنۍ دسياسي پاليسئ دتحقق يوه برخه وه. اوس كه چيرې دغه تاريخچه په دغه اړه ديوې شيبې له پاره سړې خپلې مخي ته اچوي ، داسې فكركيږي چې دغه پوښتنه په دغه اړه كه پوره ځواب نه شي نويوڅه خو پرې ويلى شي ، په دې چې دغه تريخ اوپه دغو زهرولړلى تاريخ دهراسيايي وګړې په مخ كې پروت دى . اوس كه يوځل بيا انګريزان فكركوي اوياوايي چې ګواكې اوس هم دهنددشرقي كمپنۍ دوران دى اوغواړي په هم هغه شان له نوموړې موضوع سره خپل چلندته دوام وركړي ، دابه لږ ناوخته وي اوهم به داكار په هغه شان ناشونى وي په دې چې دښكيلاك نوم اوس دآسيا دهروګړي په ذهن باندې ديوې تورې پردې اوتورې دورې په توګه له ورايه انځور دى . هو، ديوې بلې دندې له پاره هم كيداى شي ، دانګريزانو شته والى په دغه سيمه كې اړين وارزوو اوهغه داچې نن سبا دنړۍ دخبري رسنيو ذمه واري هم دانګريزدنده ده، دغه سيمه د دريومهمو سيمو (افغانستان ، ايران، اوپاكستان ) سره په پوله كې خپل ځانګړى اهميت لرلاى شي ، كومې شبكي چې همدا اوس انګريزي خبرې رسنيوپه دغه سيمه كې غزولي دي ، دهغو خوندي ساتنه اودايمې وده وركونه په خپله پرته له يوه پوځي ځواك څخه شونى نه ده. له دغې سيمې څخه په تمامه مانا ديادوشويو شبكو پراختيااوپه دغه سيمه كې ديوه پراخ لمنې څارځاى يامانوترينګ شته والى دانګريزانو داطلاعاتي وسايلو له پاره په خپل ذات كې له چين څخه تر مركزي اسيااودروسيې ترپولوپورې دپاملرنې وړاړتياارزيداى شي. دوى دتيرو شلوكالو په اوږدو كې په خبرې اواطلاعاتي برخه كې دپاملرنې وړكارونه ترسره كړي دي. انګريزان په هرډول چې وي په دغه سيمه كې په هرنامه چې وي دځان له پاره په يولړ پانګو اچونو باندې اوس كاركوي ، په دې وروستيو كې يې دخليج په شاوخواكې له امريكايانو سره دنوې سوداګرئ معامله هم په خپل ذات كې ددې لامل شوه چې په امريكايي سياست پوهانوكې يې دبوش پرضد حساسيتونه راوپارول . داپه خپله هغه مساله ده چې سيمه ييز اهميت لري اوكيداى شي داهم په افغا نستان كې دنشه يي توكونوله قانوني كيدنې اوياهم دمخنيوي له معاملې سره په يوډول تړاو ولري .دنشه يي توكونو دقانوني كيدو خبره ولې دبل اروپايي اوامريكايي هيواد له خوا نه طرحه كيږي ؟ ولي امريكا په دغه ترڅ كې دمخكښ په توګه چې په سيمه كې دوژنو اوبرباديو تجربه هم لري په غاړه نه اخلي ؟ زه په دغه باره كې يوازې يولامل وينم اوهغه داچې انګريزان اوس هم فكركوي چې دوى په دغه ترڅ كې كولاى شي دخپلو پخوانيوپاليسيو دتجربوپه رڼاكي يوځل بيا دزاړه استعماري سياست تګلاره په سيمه ييزو قامي اوقبايلي جوړښتونوباندې راوڅرخوي ، دوى فكركوي چې يوشميرقامي كړۍ ، پخواني تش په نامه دمجاهدينوسړي وژونكي قوماندانان هغوى چې جهاد يې د نشه يي توكونو په مافيايي گټوباندي وسپاره دځان ملګري كړي ، په دغه حالت كې به دوى وكولاى شي چې په خلاصومټو سره لاس په كارشي . خوزه فكركوم چې په دغه برخه كې هم انګريزان تيروتي اوداپروژه يې هم په دې چې نه هغه داستعماري شپو ذهنيت شته اونه هم دومره پياوړې ځواك په واك كې لري چې هغه به عملي كړاى شي ، دوى بايد په دې پوه شي چې دوى په خپل دغه ماموريت كې هم له ستونزى پرته بله بريا نه شي ترلاسه كولاى نوځكه يې ان له همدا اوسه ناكامه دربولئ . په كوم مهال چې انګريزانو په دغه سيمه كې دغه كړه وړه ترسره كول په هغه مهال انګريزپه خپله يونړيوال ځواك و، اوله بلې خوايې دآسياپه يوه خورا مهمه برخه (دهندپه نيمه وچه) كې پياوړى مركزي حكومت چلاوه اوهرڅه ددوى په واك كې وو خواوس دهغه وختونه په خوب وينې اوس ترهرڅه دمخه دوې بايد ددې له پاره په فكركې شي ، چې دغه ځوان انګريزان يوځل بيا دنولسمې پيړۍ داتيايمې لسيزې دپيل په شپوورځو وروانه ړوى اودميوند دتاريخي ماتې په دغه سيمه كې چې نن سبا پرې په هماغه نشه ميشته شوي هماغه خاطره تكرارنه كړي . انګريزانوته يوه تاريخي مشوره : دتاريخي حقايقوله مخې ، دايوټكى دافغانستان ان واړه ماشوم ته هم روښانه دى ، چې انګريزيعنې څوك ؟ روسان يعنې څوك اوپه پاى كې اوس په دغه اړه هم پوه شول چې امريكا يعني څوك ؟ مقصد دادى چې دافغانستان خلكودغه درى واړه ځواكونه اودهغوى موخې اوهدفونه په تمامه درك كړې اوپه دې باندې اوس په ډيره اسانۍ سره پوهيږي چې دوى زموږ دملت ، هيواد اواعتقادي ارزښتونوپه وړاندې له بده نيته بل څه موږته نه دې راپريښي ،ددوى پخواني او اوسني كړه وړه داڅرګندوى چې ګواكي دوى دنژدې يوې پيړۍ په اوږدو كې داسې طرحې اوپلانونه درلودل چې په خپل وارسره يې كومې جفاوي چې له وسه پوره شوې هغه زموږ اوداسيايي ولسونوپه وړاندې ترسره كړي دي ، خواوس چې دنوې دپيلوماسۍ دنياده اوپه هغې كې ترهرڅه دمخه چې (څه غواړې ، څه به راكړئ ) معامله له شكه پرته دپاملرنې اويادونې وړده . تريوه پيړۍ هم زياته موده شوه چې انګريزانو دخپلو سياسي اهدافوپه خاطر افغانستان پرته له هرډول انساني ، حقوقي او اخلاقي نورمونوپه دوو برخو وويشه ، داسې چې تراوسه هم چا نه اهميت وركړاونه به يې په راتلونكې كې وركړي. دغه بيلتون زموږ ملت ته سره له دې چې په عملي اوفزيكي لحاظ كوم اهميت نه لري ، خويوپراخ رواني اوسياسي كړكيچ يې دافغان ملت له پاره په دغه اوهغه غاړه كې رامنځ ته كړى دى . انګريزانو د ديورند كرښه په دغه سيمه وتپله اوله يوې پيړى هم زياته موده پرې تيره شوه ، دپاكستان په نامه چې كومه غميزه په نيمه وچه باندې وتپل شوه ، په دغه ترڅ كې دنيمې وچې مسلمانواوهندوانو دواړو ته خورادرانه مادې اومعنوي زيانونه ورسيدل.ځكه نودپاكستان دشته والي مشروعيت نن هم په انساني اوحقوقي لحآظ دپوښتنې وړدى .؟ ماناداچې ددغه هيواد شته والى هم دافغانستان اوهم دهنددخلكوله پاره له يوې سياسي، جغرافيايي ، اوتاريخي ستونزې پرته بل څه نه دى . همداده چې هم هنداوهم افغانستان په دغه ټكي سره يوخوله دي چې ديورند كرښه اودكشميربيلتون يونامنلي اوغيرحقوقي سياسي بيلتون دى چې بايد په حقوقي اواخلاقي لحاظ په دغو دواړوسيموكې دغه بيلتون چې انګريزيې مسوول ونه پاكستان اوهندوستان له منځه يووړل شي. يوټكى موبايد په پام كې وي، چې كه هند له پاكستان سره دكشميرپه اړه خبرې كوي ، په دغه اړه بايد دافغانستان منځګړېتوب هم له ياده ونه وځي په دې چې كشميردنولسمې پيړۍ ترلومړيو پورې دافغانستان ديوه ولايت بڼه درلوده. (يومهال په هند كي په يوه پوهنتونې كنفرانس كې يوچاله ما دافغانستان دريځ دكشميرپه اړه وپوښتيده ، په هغه مهال رباني صاحب له زړه كه له ډاره حميدګل ته دخپل سلاكار په توګه وړانديز كړى و ، ما په هغه كنفرانس كې همدغه ټكي ووايه چې دافغانستان حال خو اوس داسې دى ، خوكه له مازمانظرڅوك پوښتي ، په كشميرباندې ددعوى حق خوترپاكستان نه په تارنخي لحاظ دافغانستان ډيردى ) . هرڅه چې وو، دايوازې ديوه ټولواكمن عبدالرحمان اوانګريزانو ځانګړې اوخصوصي معامله وه ، چې په هغه زمانه كې ترسره شوه. كه انګريزان اوس هم ديورند كرښه مني ،نوپه دې كې شك نشته چې افغانان ددوى سوله ييزونيتوته په شك سره ونه ګوري ... په تيره بيا اوس چې نړى دومره سره تړل شوې چې انګريزې پوځونه پرته داكثريت افغانانو له ارادې اوغوښتنې هلمند ته راځي اودلته خپل ماموريت (روا اوناروا) ترسره كوي ، په همدې شان بايد دغه ټكي هم په پام كې ونيسې چې دافغانستان خلك هم بايد داحق ولري چې ستاسې په شته والي كې له تاسې اونورو نړيوالو څخه داغوښتنه وكړي چې دوى دخپل برخليك ټاكلواوخپلې تاريخي خپلواكۍ ته اړتيالري ، چې بايد له دوى سره مرسته وشي ، كه رښتياهم انګريزان اوامريكايان په سيمه كې دځآن له پاره په رښتنې توګه دراتګ اوپاتيدو مصنوعي دلايل اولاملونه په ګوته كوي ، نوتردې خوداښه ده چې د واقعبينې په رڼاكې يوګام ، خوانساني ګام هم پورته كړي چې هغه دافغاناتو دخاوري اوتاريخي تماميت بيرته دوى ته ورسپارل دي . په ۱۹۵۹ كال كې دهند، پاكستان ، انګلستان اوافغانستان له خوا دپښتونخوا اوپښتونستان په اړه خبرې نژدې په يوې پايلې باندې پاى ته رسيدلې وې ، په دې چې هند، هم ديورند نه مانه ، پاكستان هم په دغه اړه قانع كوونكي دلايل نه درلودل ، دهندوستان استازې ددغوخبروپه راپوركې وايي چې : (( كه انګريزې استازې له موږ (افغانستان اوهند ) سره موافقه كړى واى اوپه خپلو استعماري وياړونويې ټينگارنه واى كړى ، موږ په دغه اړه دې پايلي ته رسيدلي وو چې ديورند كرښه مو په سوله ييزه توګه ردكړې واى اوددغو خلكوبرخليك په خپله دوى ته سپارل شوى واى خوانګريزاستازى دې ته حاضرنه شوچې دښكيلاك دغه شوم ميراث له منځه يووړل شي ... )) . (دهنددملي آرشيف ديوه سند په حواله) . ماناداچې ددغه اصل كلي تراوسه هم دانګريزانو په لاس كې ده . اوس هم كه انګريزان ديوه واقعبين هيواد په توګه په خپلو هغو استعماري اوښكيلاكي زور زياتېو باندې وياړاوټيڼګار ونه كړي ، دوى داوسنې نړېوال دموكراتيك نظم په نامه كولاى شي په دغه ترڅ كې يوه تاريخي اومهمه دنده دافغانستان دخلكو په وړاندې داسې ترسره كړي چې دهغې له مخې به هم افغانان اوهم نړۍ انګريزانو ته دچا خبره شاباسى وركړي. ددغه ټكي په پام كې نيولوسره به نورددې له پاره اړتيانه وي چې انګريزان بايد دافغانانو په وړاندې يوازې دستونزو د رامنځ ته كولو په ترڅ كې ګام اوچت كړي ، دوى ته ددې پرځاى چې دترياكو په ناسوركې هم ځان ښكيل كړي اوهم دغه هيواد ، دا ډيره غوره اوتاريخي خبره ده چې له دغو خلكو سره په لومړي ګام كې د ديورند دنامنلې كرښې په لري كيدو اوغيرقانوني كيدو كې نړيواله مرسته وكړي. په دې چې كه انګريزې پوځونو په رښتياهم دكوكناروپه پلمي انسان ته دخدمت ملاراتړلې وي نوترهرڅه دمخه به ښه داوي چې ددغې سيمې انسان (افغانانو _پښتنو ) ته هم داحق وركړئ چې له تاسې څخه دخيل هغه حق چې پرون موپه خورا ناځوانۍ سره ترې اخيستې و نن دبيرته اخيستو پوښتنه وكړي ، ددغه حق چې دنژدې يوې پيړۍ په ترڅ كې دافغاني سياستوالو لكه (سردار ايوب خان ، نواب عمراخان ، پاچاخان ، خان صمدخان، غازي امان الله خان ، محمدګل خان مومند، هډي صاحب ، فقيرايپي ، ميوندوال ،ارواښاد ولي خان ، ارواښاد محمدداود ، سردار محمدنعيم خان، غلام محمدخان فرهاد ، علي احمد خان پوپل ، عبدالمجيدخان زابلي ، حفيظ الله امين ، ډاكترنجب الله ) ليكوالو او ټولينيزو څيرو لكه (عبدالااكبرخان اكبر،عبدالمالك فدا ، ميرغلام محمد غبار،نورمحمد تره كى ، علامه حبيبي ،علامه رشاد،پوهاند رشتين ، محمودي ، انګار، پوهاند مجروح ، الفت ، بينوا ، خادم ، روهي ، لايق ،اجمل خټك اوپه سلګونورو له هيلوارمانو سره تراوسه هم ديووالي اوبري داغږ اوچت پاتې دى . پورتنيوافغاني نومياليو په سياسي ، فرهنګي اوتاريخي لحاظ په خپل وار ددغې داعيې له پاره ګامونه پورته كړي اويوشميرخويې لاقربانيان هم بللاى شولكه ارواښادګهيځ ،ارواښاد سردارمحمد داودخان ، ارواښاد حفيظ الله امين او ارواښاد ډاكټرنجيب الله. (ددغوكسانو په اړه ددوى عملي اونظرياتي اسناد اوكړه وړه په خپله روښانه شاهدان دي ) په جغرافيايي لحاظ هم سره له دې چې داخبره ښايي يوشميرڅيړونكوته دبيلابيلو لاملونو له مخې ناشونې ښكاره شي، خودهغو بيلګو له مخې چې په تيروڅوكالوكې موږ په نړۍ كې وليدې ، دآسياپه دغه څنډه كې داهم يوه داسې بيلګه كيداى شي لكه جرمنې اودپخواني شوروي بي سروپايه واكمني .... زه فكركوم چې دا به په خپله دافغانستان اوانګريزدنويونسلونو له پاره په نوې نړۍ كې د انساني خواخوږۍ په ترڅ كې يونوې اوانساني ګام وي . ځكه نوزما وړانديز دادى چې انګريزچارواكي په افغانستان كې دنورونړيوالوځواكونو په پرتله ديوه درانه ماموريت له ننګينې سره مخامخ دي ، په دې مانا چې له يوخوا بايد نړيواله تش په نامه ژمنه پلمه كړي اوله بلې خوا بايد له افغانانو سره په خپلې يوې تاريخي غميزې هم بايد كتنه وكړي. اوكه داونه كړي ،نوداڅرګنده ده چې دوى افغانستان ته په تيره بيادبښتنوزړه هلمند ته ددې له پاره راغلي چې دلته هم دعراق وروستۍ ستونزې اومذهبي شخړې ديوه پلان له مخې چې دهغه په سركې به هم دوى اوددوى زړه توره ياديږي دعمل ډګرته راوړاندي شي. افغانان بايد هوښييار وي ، نن وي اوكه سبا، ورته ستونزې دزاړه ښكيلاك په نوې جامه كې پرايران اوله هغه ځايه په افغانستان راتلونكې دي . اوس ترهرڅه ښه وخت دادى چې كه انګريزان خپلي ورځي دتش په نامه (نوي كور، نوې ژوند )اونشه يي توكونو په ډرامه نه تيروي بايد زموږ له وړانديزسره دعمل ډګرته راوړاندي شي اوپه دغه ترڅ كې لكه چې اشاره ورته وشوه بايد له افغانستان سره په رښتنې توګه دنوې ژوند اونوي كور(له ديورند پرته افغانستان ) په لور ګام اوچت كړي اويادې دغه لوبه چې يوه ناكامه لوبه ده په انګريزنوي نسل باندې لكه دميوند په شان په افغانستان كې نه عملي كوي ، په دې چې په دغه لوبه كې ددواړو لوريوزيان دى . زه دګاندي اوپاچاخان دمكتب ديوپيروپه توګه اويوه تاريخي حقيقت له مخې دا تاسې ته وايم چې كه انګريزان په دغه برخه كې صادقانه ګام اوچت نه كړي نو دغه تاريخي ټكي ته بايد ځيروي چې انګريزان كله افغانستان ته راغلي نوكله هم له افغانستانه په خلاصومټو نه دي وتلي ، ښاغلى بليراونور انګريزان بايد په خپل نوي نسل باندې هغه څه بيا تكرارنه كړې كوم چې د ۱۸۸۰ كال په سختوشپوكې انګريزانو دميوند په تاريخي ډګر كې وليدل . په افغانستان كې هرډول ګوډاګي نظام راتلونكي نه لري په دې چې پردغوخلكو باندې تاريخ ، عقيده ، اوپښتو واكمن دي ، ځكه نو بايد ددوى دتاريخ ، عقيدې ، خپلواكۍ اوپښتوپه وړاندې بې توپيره پاتې نه شي . ښاغلي بلير څوكاله مخكي ددې له پاره تيارنه شو، چې دجاپانيانوهغه زياتي چې له انګريزانوسره يې په دويمه نړيواله جګړه كې ترسره كړې وه له ياده وباسي اويايې دهغې له امله وبښي . افغانانوته هم بايد داسې حق وركړشي ، په دې چې ښاغلى بليردځان په باره كې دغه شان فكركوي، همداسې بايد لږپه خپلو كړو وړو باندې په تيره هغه څه چې دتاريخې افغانستان په ټوټه كيدو سره ترسره شوي نوې كتنه وكړي اودهغو دتلافۍ په ترڅ كې ديوې تاريخي اوانساني زړورتيا په لور داوسني نړيوال نظم په رڼاكى دپښتنودخپلواكۍ په لور يوتاريخي ګام پورته كړئ . اوكه په دغه ترڅ كې بياهم ځان نا ګار واچوئ نوپه دې پوه شئ چې دلته لاهم دميوند زړه له تودوخي نه دى لويدلي هغه سندرې چې يوه پيړۍ دمخه به خلكو ويلي : چپرته لندن چيرته چترال دى ...؟ كه په ميوند كې شهيد نه شوې ...؟ هو،خواوس يوازې يوه بدلون ته اړتياده ، يوه ساده بدلون ته چې وويل شي : جيرته لندن چيرته هلمند دى .... انتخاب پرتاسو !"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ځان غوښتونكى مېلمه", "output": "ليكوال: ناتانيل هاتورن ژباړن: سيدحبيب وقار د ليكوال ژوند ته لنډه كتنه ناتانيل هاتورن د( ۱۸۲۴—۱۸۰۴) د امريكا له تكړه كيسه ليكوالو څخه دى، ليكوال خپله وايي چې چې تر ۶۴ كلنۍ پورې د امريكا له وركنومو ادبي كسانو څخه ګڼل كېده، خو پرهمدې كال د (اورنۍ كليمې) كتاب په ليكلو سره يې د بخت ستورى په ځلېدو شو او ډېر وپېژندل شو. نوموړي پرلپسې كلونه د امريكا په خپرونو كې كله په نوم او كله هم بې نومه كيسې خپرولې. په ځوانۍ كې يې د (سوفيايي بودي) په نوم له يوې نجلۍ سره واده وكړ. د اورنۍ كليمې د كتاب له خپرېدو دوه كاله وروسته يې د بيت المقدس زيارت وكړ او د منځني ختيځ له ځينو نورو ښارونو څخه يې ليدنه وكړه. وروسته تر دې يې اووه كاله د امريكا د كشول خواته په ليو� �پول كې دنده اجرا كړه. په ۱۸۶۰ كال چې په ايتاليا كې اوسېده د (ځنګلونو د مرمرين خداى) په نوم يې كتاب خپور كړ چې شهرت يې ډېر ورسره لوړ شو. پر دې وخت كې چې مړينې ته يې څلور كاله نه ؤ پاتې، پرلپسې اوږدې ناروغۍ او د ام� �يكا د كورنيو جكړو پېښېدل، نوموړى د ژوند په وروستيو كلونو كې له هر ډول ادبي فعاليت څخه پاتې كړ. تر مړينې مخكې يې ټول آثار، ادبي ليكنې، ځانګړي ليكونه، د سفر يادښتونه او نور خپاره شول. د نظر خاوندان هاتورن د امريكا له پوهو او روڼ اندو ليكوالو څخه ګڼي. چې په نثر ليكلو كې استاد دى او په ژورو او فلسفي كيسه ليكلو كې په امريكا كې � �وړ مقام لري، د نوموړي له مشهورو او ښو كيسو څخه (ځانغوښتونكى مېلمه) او د (لويې ډبرې) څېره دي د مني په يوه تياره او سړه شپه كې، يوه كورنۍ په كوټه كې پر بخارى راټول شوي ؤ، د بخارۍ مېنځ د ناجو له هغو وچو لرګو څخه ډكه شوې وه چې د غره له خوړونو څخه راټول شوي ؤ، هغه لرګي چې د غره له څوكو څخه ښكته رالوېدلي ؤ. د اور شغلو د دودكش خوا ته لار وهله او په خپله كمه روښنايۍ سره يې د كور چاپېريال روښانه ساته، پلار او مور له څېرو څخه خوښ ښكارېدل. ټولو هلكانو خندل پېغله نجلۍ چې له اوولسو كالو څخه ډېره نه وه ټوله شوق، تازګي او ښكلا وه. د ماشومانو نيا آرامه په چوكۍ ناسته وه او د كوم شي په اوبدلو بوخته وه چې څېره يې هم ډېره ارامه ښكارېده. دغې منځنۍ كورنۍ، د نيوانګلېنډ پر دغه ډېره لرې او له نظره لوېدلې سيمه كې خپله ارامي لاسته � �اوړې وه. خپل ارام او كليوال ژوند يې د سپين غره د څوكو په يوه لمن كې پيل كړى ؤ. د كال په ټول بهير كې به ګړنديو بادونو پر دغې سيمې يرغل كاوه. په ځانګړي ډول په ژمي كې چې ډېر بې رحمه سوزونكى به ؤ. مخكې تر دې چې باد د ساكو پر سيمه لاړ شي لومړى به يې پرهمدې كورنۍ يرغل وروړ. د كورنۍ ارامي به يې تر غوسې لاندې راوسته، سره ددې چې دغه كورنۍ د قطبي بادونو په مخكې وه په ډېره خطرناكه سيمه كې هم جوړه شوې وه په څنګ كې يې يوه لوړ غره څېره د اسمان په لور غوړولې وه داسې ښكارېده، كه كومه تېږه ورڅخه وښويېږي وداني له بېخه وباسي او له ځان سره يې وړي. پېغلې خپلې كورنۍ ته په همدې شېبه ټوكه ويلې وه او د دوى څېرو ته يې موسكا او خوښي وركړې وه چې ناڅاپه ډېر توند باد پيل � �و، مخكې تر دې چې د درې په لوري لاړ شي، څو دقيقې همدلته تم شو او د كور دړه يې د مرګ په چيغو په لړزه راوسته تر اوسه د ټولو فكر د پېغلې په ټوكه كې ؤ خو اوس د وېرې او اندېښنې پردې د ټولو پر څېرو غوړېدلې وې. چې ناڅآپه د كور په دړه لاس ولګېد، له كوټې بهر يې د يوه تېرېدونكي خبر وركاوه، د تېرېدونكي د پښو اواز د باد ګړندي غږ كور ته د نژدې كېدو په وخت كې ورك كړى ؤ. يوه لحظه وروسته دړه پرانستل شوه اويو نااشنا سړى ښكاره شو.د داسې ناپېژندل شوو كسانو � �اتګ ددې كورنۍ لپاره عجيبه او نوې خبره نه وه ځكه چې دوى د غره په لمن او پر دغې لرې او پخوانۍ سيمه كې اوسېدل، له دې امله چې دغه غرنۍ لاره د مېن شمال او سن لارنس جنوبي خواته د دواړو ايالتونو اصلي لاره وه نو ډېرو مساپرو به پ� �دې لاره مخه كوله او له بهرنۍ نړۍ سره به يې اړيكې ټينګولې. دغه پلي سړي چې پردې توپاني ساړو كې له دې غرنۍ لارې تېرېدو او ډېره اوږده لاره يې وهلې وه، له دې كور سره ودرېد، څو ځان د بخارۍ په اور لږ ګرم كړي او سره ددې د كور � �ه اوسېدونكو سره څو لحظې خبرې وكړي، مخكې ډېر ځله داسې پېښ شوي ؤ چې مساپرو به په ناچارۍ سره شپه پردې كور كې تېروله اوسهار به چې كله بېرته تلل يو څه لږې پيسې به يې د ډوډۍ د خوړلو له امله دوى ته وركولې. د كورنۍ كسانو به نوي راغلي ته دومره خوښي وركوله چې ددې ليدنې خاطرې به يې تر ډېره وخته په ذهن كې ګرځېدې. اوس هم چې ناپېژندل شوى مېلمه كورته دننه شو، د كور ټول كسان له كوچني څخه تر لوى پورې په پښو ودرېدل تر څو ستړي مساپر ته ښه راغلاست ووايي، داسې ښكارېده لكه نوى مساپر چې له دوى سره كومه پخوانۍ خپلوي لري او وروسته له ډېره وخته له خپلو دوستانو سره يو ځاى شوى وي. نوى مساپر د ښكلې او دنګې ونې څښتن ځوان ؤ، خو ډېر ستړى، خسته او غمجن ؤ، د څېرې او تندي له كرښو يې په ښه ډول ښكارېده چې پردې توره شپه او نابرابرو شرايطو كې يې ډېره لاره وهلې، خو د كورنۍ د كسانو له ليدلو څخه په زړه كې خوښ شو، دغه خوښي هغه وخت پيل شوه چې دكور زړې ښځې خپله لمن له چوكۍ څخه چاپېره كړه او كوچني ماشوم يې خواته په خوښى ورغئ چې هغه ته دخپل ځاى لارښوونه وكړي. ورپسې د پېغلې نجلۍ زړه وړونكو كتلو نوموړى د خيالونو په سېند لاهو كړ. ناپېژندل شوي وروسته تر دې چې ځان يې څو دقيقې تود كړ، دوى ته مخ كړ او ويې ويل: دغه پاك او ښكلى اور په ريښتيا چې انسان ته دويم ځل درح وربښي، په ځانګړي ډول ما غوندې كسانو ته چې ډېره لاره يې وهلې وي. تاسې پوهېږى چې باد او توپان د لارې په اوږدو كې څه غوغا جوړه كړې وه؟ د كور خاوند چې د مرستې په ډول يې د هغه له شا څخه دروند پنډ كوزاوه، ترې وپوښتل: داسې ښكاري چې تاسې د ورمونت خواته روان ياستئ؟ برلېنګتون ته ځم او هوډ لرم له هغه ځايه هم روان شم. غوښتل مې شپه په (كرافورد) كې سهار كړم، خو په لاره تلل دومره ستونزمن ؤ چې زما حركت � �ېر ورو ؤ. خو زه ددې وروسته والي ډېر افسوس نه كوم ځكه چې ستاسې ورين تندي، مسكې څېرې او د بخارۍ ګرم اور دومره م زېدار دئ چې ډآډه يم په څو دقيقو كې به خپله ټوله ستړيا هېره كړم. ناپېژندل شوي ځوان نوې دغه جمله ويلې وه چې ناڅاپه بهر د باران د برېښنا په ډول وحشتناك غږ واورېدل شو، ورپسې ټول كور ولړزېده. ټولو د څو دقيقو لپاره خپلې ساوې په سينو كې بندې كړې وې اوپه وېرې او ناارامۍ سره يې يو بل ته كتل، خو ډېر زر يې خپله لومړنۍ ارامي بېرته تر لاسه كړه، په ښكاره ډول دغه وېروونكې چيغه د كورنۍ لپاره پخوانۍ وه نوې نه وه د كور څښتن كوښښ كاوه خپګان له ځانه لرې كړي ويې ويل: بيا دغې زاړه غره له مونږ سره ټوكې پيل كړې او زمونږ خواته تيږې واروي. خو زه له هغو كسانو څخه نه يم چې له دې ګواښونو ووېرېږم، او باور لرم چې دغه غر هر څومره له مونږ سره شوخي وكړي بيا هم مونږ ته زيان نشي رسولا� �. د كورنۍ غړو بيا لومړى حالت خپل كړ او ماښامنۍ چې د خوګ له غوښې څخه تياره شوې وه وخوړه دكورنۍ ښو اخ� �اقو او ښې رويې نور هم دوى ته ورخپل كړ اويو ښكلى چاپېريال يې حوړ كړ. د دوى مېلمه متكبر او د لوړ فكر خاوند ؤ خو لوړ او شريف روح يې درلود. سره ددې چې د ځان غوښتنې او شهرت غوښتنې خوى دده په هډو كې ګډ شوى ؤ. خو هر وخت د خوارو او بېوزلو خلكو سره ناستې اوولاړې ته تيار ؤ او د وروڼو په ډول به يې له هغوى سره ژوند كاوه. د غرونو په دې غرنۍ كورنۍ كې ناپېژندل شوي مېلمه دنيوانګلېنډ د خلكو د ځانګړو خواصو په شان صميميت، ذكاوت او هوښياري ليده، او د ترانې ويلو شوق چې د نوموړې سيمې د لوړو څوكو دښكلو افسانو څخه سرچينه اخلي ليده، چې خوند يې ورڅخه اخيست. نوم وړى د ډېرو اوږدو لارو وهلو څخه وروسته دې ځاى ته ر سېدلى ؤ، كولاى يې شول په دې اوږده سفر كې د ځان لپار ه ملګرې ول� �ي چې ستړتيا او ناارامي له هغې سره په خبرو اترو كې هېره كړي خو دى د خپل لوړ فكر او كبر له امله يواځېتوب په ترجېع وركړې وه. له بلې خوا دغه كورنۍ چې مهربانه او مېلمه دوسته كورنۍ وه، هر نوي مېلمه ته به يې ښه راغلاست وايه، ارام ژوند، يواځېتوب او له نړۍ څخه دګوښه كېدلو ډېره لېوالتيا يې درلوده، او دا په ښكار ه دوى نه غوښتل چې نور خلك د دوى ارامي په ناارامۍ بدله كړي، خو پر دغې سړه او توپاني شپه كې، وضع بل ډول وه، د دوى له مهربانۍ او مينې څخه � �كو كتلو د نوي مېلمه په زړه كې يو ډول ارامي رامېنځ ته كړې وه، په داسې ډول چې له هيلو ډك زړه يې دغې غرنيو خلكو ته پرانيست او هغه څه چې له ډېره وخته يې په زړه كې درلودل په ژبه راوړل. هغه څه چې دغې ځوان ته له هر څه لوړ ؤ هغه د ځان غوښتنې او له اندازې ډېر د لوړ الوتلو ځانګړتياوې وې. دى چې نړۍ ته راغلى ؤ، زړه يې نه غوښتل داسې په ناپېژندل شوي ډول له نړى څخه سترګې پټې كړي او په اسانۍ سره د ګور په تياره او ساړه چاپېريال كې له خاطرو څخه هېر شي، دغې ارامۍ نه منونكې، ژورې غوښتنې او لويو هيلو نوموړى د شهرت او مقام لاس ته راوړلو په لور ك� �اوه. ددغو هيلو د پوره كولو لپاره يې د لوړ ژوند هيلې درلودې همدا لامل و، چې نوموړي پر خپل ځان يو ځانګړى باور درلود. پر هغو ساعتو او دقيقيو كې چې دغې هيله من ځوان په پلي ډول دغه اوږده لاره وهلې وه دده په خپل فكر نوموړى د يوه نا معلوم برخليك په لوري روان ؤ، نه پوهېده چې كوم بد تقدير ورته په لاره كې مورچل نيولى او څه ډول په خپلو پښو د يوه ځواكمن دام په لوري ګام اخلي. كه د راتلونكي نسل ماشومان پر دغې غرنۍ لارې نظر واچوي دنوم وړي د پښو ځايونه به پكښې ويني چې په پوره باور سره د شهرت او برياليتوب لاسته راوړلو په هيله د خپلې تل ترتله ارامۍ په لور مخته روان ؤ. پرته له دې چې، له لومړۍ ورځې څخه يې څوك وپېژني يا يې ونه پېژني نوم ياد كړي دخپل برباد � �وي برخليك منګولو ته تللى ؤ. مېلمه وروسته تر دې چې د كورنۍ له كسانو سره ماښامنۍ وخوړه او د بخارۍ ګرم اور ته په ارامۍ سره په چوكۍ كښېناست په لوړ او ډآډه غږ سره يې وويل: له ما مو وپوښتل چې څوك يم، له كومه راغلى يم او چېرته ځم؟ حقيقت دادى چې زه خپله هم نه پوهېږم. تر هغه ځايه چې زه پوهيږم كولاى شم ووايم چې زه بې نومه او ناپېژندل شوى كس يم. داسې يو كار چې ديادولو وړ وي تر اوسه مې نه كړى، كه سبا مړ شم هم پر دې نړى به هېڅوك زما له پيدايښت اومړينې څخه نه وي خبر. هېڅوك به پوه نه شي چې يو نامعلوم مساپر پر دغې تياره شپه كې له دغې غرنۍلارې څخه تېر شوى د� �، يو څو ساعته ستاسو په كور كې پاتې شوى او سهار مخكې دسپېدو له راختلو څخه د خپل نامعلوم قصد په لوري تللى دى. چېرته تلو؟ څه ورباندې راغلل؟ په پاى كې خپل بخت كوم لور ته بوت؟ خو له تاسو څه پټه، زه چې تر څو خپلې و� �وستى موخې ته ونه رسېږم له ژوند څخه به لاس ونه مينځم. تر هغې به له خپل برخليك سره مبارزه وكړم تر څو ماتې وركړم او خپلې موخې ته ورسېږم هغه وخت به له هېڅ څيز نه وېرېږم تر دې چې له وېرې به هم نه وېرېږم، ځكه چې ځان به مې ټولو خلكو ته ورپېژندلى وي او يو عزتمن قبر چې هيله مې يې درلوده د ځان له پاره پيداكړى وي. دلته ناڅاپه چپ شو، څېره يې روښانه شوه له سترګو يې د سويو هيلو شغلې ولاړېدې. پر ټوله كوټه ارامي حاكمه وه، ټولو په وېرې او وارخطايۍ سره و� �ته كتل. د كور ځينو غړو د زړه سوي په ډول ورته كتل لكه چې د دده ټول پټ رازونه ورته څرګند شوي وي، يوازې د ښكلې پېغلې پر څېره د ملنډو مسكا ښكارېده، معلومېده چې د مېلمه خبرې ورته د باور اومنلو وړ نه دي. ځان غوښتونكي ځوان چې د پېغلې پر څېره كې دغه حالت ليده ورته وويل: زما پر هيلو خاندې؟ فكر كوې چې زما لوړ همت يو احمقانه او بې م عني كار دى؟ فكر دې وكړ چې د شهرت غوښتلو لپاره زما هيلې داسې دي چې خپل ځان د يوه واورين غره پر څوكه د مجسمې په � �ول وچ كړم او بيا د شااوخوا خلك راوغواړم چې د خدايي مجسمې په ډول عبادت زما وكړي؟ ايا زما په اړه دې دا ډول � �ضاوت كړى؟ پېغله چې ډېره شرمېدلې وه وويل: كه زما باور غواړې، اوسمهال تر دې كوټې او تورې بخارۍ هېڅ ښه ځاى ن� �ته، د ا څه ارزښت لري چې پر دې نړۍ مو څوك وپېژني يا مو ونه پېژني؟ ايا همدا اوس مونږ ارام او اسوده نه يو؟ د نجلۍ پلار چې په پوره پاملرنه د دوى خبرو ته غوږ ؤ، نوي ځوان ته يې مخ واړاوه او ويې ويل: زما په نظر ستاسو مطلب طبيعي او عادي دى. زه ستاسو په هيلو كې كوم خارق العاده او عجيب څه نه وينم او كه ريښتيا راباندې وايې، كه زه ستا په ځاى واى همدا ډول هيلې به مې درلودې... بيا يې خپلې لور ته وكتل او زياته يې كړه: عجيبه ده چې ددې ځوان خبرو زما فكر يوې پېښې ته وړاوه، چې هېڅ كله زمونږ په ژوند كې نه ده رامېنځ ته شوې او هېڅ وخت به رامېنځ ته نشي. ځوان لږ چپ پاتې شو، وروسته يې په ارامه وپوښتل: په مقصد مو پوره نه پوهېږم... كومې پېښې نه دې راغلې يا څه كا� �ونه بايد وروسته پېښ شي چې په مېنځ ته راتلو كې يې وېره ده؟ دكور مشر په داسې ډول چې له څېرې څخه يې دناپايه كړنو بوى راته وويل: فكر كوې چې ما په ژوند كې هيلې نه درلودې چې په (بارلت) (تبهلم) يا پر دې شاوخوا كې د ځمكې څښتن واى، ددې پر ځاى چې نن ورځ پر دې لرې سيمه كې د غره د راښويېدو له وېرې ولړزېږو، هلته به مو په ارامه ژوند كولاى. داچې ما به له ګاونډيانو او شاوخوا خلكو سره ښه سلوك كاوه د يوه مهم شخصيت په ډول يې پېژندم او د ښاغلي لقب راكړى ؤ يوه يا دوې دورې به يې په لويو غونډو كې د كلي استازى ټآكلم، وروسته چې كله بوډا كېدم او د مړينې وخت مې رانژدې كېدو، ډاډ مې درلود.چې كېداى شي وروسته به خلك د مرمرو لويه ډبره زما په قبر ږدي، زما نوم، سن او كارونه به دڅو � �عرونو سره ورباندې ليكي او داسې يو كار به كوي چې كه وروسته نسل يې ترڅنګه تېرېږي پوه شي چې تر دې خاورو لاندې يو نېك سړى چې ښه نوم يې درلود په ابدي خوب ويده دى. ځوان پر دې وخت كې ناڅاپه د خبرو په مېنځ كې ورولوېد: فكر كوې هر څوك په ژوند كې دا هيله لري چې وروسته له مړينې په ښه نوم ياد شي، او يو ښه عزتمن قبر ورته جوړ كړي. كه قبر له م� �مرو وي اوكه د عادي ډبرو، ارزښت نلري، څه چې مهم دي دادي چې دده خاطرې د تل وياړ سره ملګرې وي... د پېغلې مور چې مړې اوښكې يې تويولې، وويل: نه پوهېږم نن شپه ولې يواځې ددې مطالبو خبرې كوى؟ پخوانو ويلي دي كه چېرې پرته له كوم دليل څخه څوك د مرګ او ناكامۍ خبرې كوي، ددې نښه ده چې بده پېښه به كېږي. زاري كوم دغه موضوع هېره كړى، ماشومانو ته وګورۍ چې پر هغه بله كوټه كې ويدېږي او په خپل مېنځ كې په زړه پورې خبرې كوي... ټول چپ شول او د څنګ كوټې ته يې غوږ ونيوه، د كوټې دړه نيمه پرانيستې وه، د ماشومانو خندا او خبرې په ښه ډول اورېدل كېدې. داسې ښكارېده چې ماشوم انو د خپلو راتلونكو هيلو خبرې كولې او خپل ماشومانه هوسونه يې يو يو شمېرل. يو ماشوم په لوړ غږ مورته نارې كړې: مورجانې پوهېږې زه همدا اوس څه هيلې لرم؟ هيله مې داده چې اوس زه، تاسو، بابا، ماشومان، او هغه مېلمه ټول دس� �بند د چينې په لوري روان يو او وروسته دسهار مخې ته به بېرته راځو... د ټولو په څېرو لږ او ډېره دملنډو موسكا ښكاره شوه. د دوى په نظر به دا ډېر احمقانه كار وي چې پر دې تياره. توپاني شپه او نابرابرو شرايطو كې، خپله توده كوټه پرېږدي او د شپې په تياره كې په هغه غرنۍ لاره چې د غره په څنډو كې تېره وه د هغې چينې خواته چې د غره په وروستۍ برخه په هواري كې وه، لاړ شي. تر اوسه د ماشوم خبرې د دوى په غوږونو كې وې چې بهر د ګاډي دټايرونو اواز واورېدل شو. د څو كسانو مستو بد اخلاقيو او چيغو د چاپېريال سكوت ماتاوه، او ګړندي شمال سره يې د غره په لوړو څوكو كې و� �كاوه. ګاډى څو دقيقې دكور په څنګ كې ودرېد فكر كېده چې څښتنان يې هوډ لري شپه پر همدې كوركې تېره كړي يا هم خپ� �و تلو ته ادامه وركړي، پېغله چې پردې ساعت كې د وره تر څنګ ناسته وه، خپل پلار ته يې مخ واړاوه ويې ويل: پلاره لكه چې تا ته څوك چيغې وهي... خو پلار يې په ښكار ه ډول وېرېده، يا به نه وېرېده خو نه يې غوښتل چې يوه ډله مست او ناپېژندل شوي مساپر د دوى د كور ارامي له مېنځه يوسي، له همدې امله يې بهر ته د تلو هوډ ونكړ. يو دوه دقيقې وروسته دقمچينو غږ چې اسونه پرې وهل كېدل واورېدل سو او مساپرو چې سندرې يې ويلې خپلې لارې ته ادامه وركړه. كله چې د دوى م ستې چيغې د غره په لمنو كې وركې شوې، كوچنى ماشوم يو ځل بيا د څنګ له كوټې څخه په خبرو راغئ: مورجانې، ولې لاړو نه؟ دغې ګاډى والاؤ به خامخا مونږ د درې تر بېخه سورولو... د ملنډو مسكا بيا د ټولو پر څېرو ښكاره شوه. يواځې ښكلې پېغله وه چې ناڅاپه فكر يوړه، د بخارى ځلېدونكې اورته يې كتل او سوړ اسوېلى يې وايست، داسې ښكارېده چې كومې نوې پېښې يې ذهن ته لاره موندلې وي. دكوچني ورور هيلې يې دومره احمقانه او بې اساسه نه دي. دفكر په عالم كې يې يون كاوه، پام يې نه ؤ چې د ټولو دې ته فكر دى مېلمه مخ ورواړاوه او په مهربانۍ يې ورڅخه وپوښتل د څه فكر كوې؟ دا كومه موضوع ده چې ته يې دومره له ځان سره بوخته كړې ؟ هوښياره نجلۍ ناڅاپه بيداره شوه. يوه دقيقه حيرانه وه وروسته يې په اٰ� �امۍ وويل: هېڅ نه ؤ، د ورور په عجيبه هوس مې فكر كاوه... ځوان په نيمه جدي څېره وويل: نه، زه پوهېږم چې په څه دې فكر كاوه. خداى (ج) ماته دا رابښلي چې پوه شم د خلكو په زړه او روح كې څه تېرېږي. غواړې ووايم چې ستا په فكر كې څه تې� �ېدل؟ كله چې يوه نجلۍ دبخارۍ داور تر څنګ ولړزېږي او سوړ اسوېلى وباسي، معلومېږي چې په زړه كې يې څه ډول توپان ولاړ دى. اجازه راكوې دغه احساس دكلمو په ډول ووايم، غرنۍ ښاپېرۍ په داسې حال كې چې خندل يې او تر وروستۍ اندازې يې هڅه كوله سترګې يې د هغه له سترګو سر ه ونه لګېږي، وويل: د يوې نجلۍ احساسات كه په كلماتو كې راوړل شي بل احساس نشته... په هغې وخت كې هېڅوك هم په سم ډول د دوى دواړو بې كراري ته متوجه نشول. پردې يوه لحظه كې به د دواړو پر زړونو كې دمينې ځلېدونكى اور په ګرڅېدو پيل كړى وي او له ياده وتلې هيلې به يې په زړونو كې بيدارې شوې وي. د عشق د جنتي بوټو تخم يې په زړونو كې وشنل شو. د غرونو پاك زړې نجونې په يوه مينه ناكه خبره زړه باي� �وي. او دكليو ځوانان په يو ځل مينه ناك كتلو سره ځان وركوي. ددې دوو پاكو زړونو پرمېنځ كې د عشق ناځوانه رشته وغزېده، خو پر همدې وخت كې سخت زړي طبيعت خپله غصه او لېونتوب ډېر كړ، په داسې ډول چې ډېر توند باد بهر داسې غوغا جوړه كړې وه چې ځمكه او اسمان يې لړزاوه، د مېلمه په نظر يې چيغې او شور د خبيثه اروا له ژړا سره و� �ته وه چې د شپې پر دې ناوخته، په دره كې سرګردانه شوى او د سيمې د اوسېدونكو د ازارولو نيت لري، كله به دغه چيغې او ژړاوې ډېرې شوې چې د جنازې وړونكو د ناارامۍ او بې قرارۍ حالت ته به ورته ؤ. د كور څښتن په نا ارامه څې� �ه، د ناجو د ونو وچ تخم او ښاخونه په منظم ډول بخارۍ ته اچول تر څو د كسانو وېره كمه شي او د كوټې سړه هوا ګرمه كړي. د اور ګرمې او روښانه شغلو په كوټه كې څپې خپرولې او د كسانو الوتلو رنګونو ته يې مالش وركاوه. ټول ارام او بې حركته په كوټه كې دوره ناست ؤ، تر دې چې كوچنيو ماشومانو هم له بلې كوټې څخه خپل مور اوپلار ته راكتل. د ساكو دره چې په ښكاره ډول د وېروونكو بادونو په سيمه مشهوره وه، هېڅكله يې داسې وېروونكى توپان نه ؤ ليدلى. پر هغه شپه باد خپله غصه ډېره كړې وه او يو وحشت يې رامېنځ ته كړى ؤ. د وېرې اغېزو پلار اومور اونور كسان يوه دقيقه هم نه پرېښودل، داسې ؤ چې ټولو د يوې بدې پېښې وړاندوينه كوله. بوډا ښځې، پر همغې وخت كې چې څه يې اوبدل، ددې لپاره چې د كوټې دردونكې چوپتيا ماته كړي وويل: فكر ونكړۍ چې يواځې ځوانان په سركې نظريه او په زړه كې هيلې لري، بوډاګان هم له هيلې، او اميد څخه بې برخې نه دي. تاسو له خپلو راتلونكو هيلو څخه وغږېدى، كله مو هم فكر كړى، چې كېداى شي زما په ډول ښځې هم چې له قبر څخه له يو دوه قدمو څخه ډېره فاصله نلري، په زړه كې هيله ولري؟ ټول ماشومان يو ځل په خندا راغلل او پوښتنې يې پيل كړې: لويې ادې څه هيلې لرې؟ مونږ ته يې ووايه؟ زړې بوډا په غوړېدلې څېره، په داسې � �ول لكه چې غواړي يوه لويه او په زړه پورې كيسه د خپلو دوستانو او ماشومانو لپاره وكړي، په خبرو پيل وكړ. دوى ته يې ښكاره كوله چې څو كاله وړاندې يې له بهترين كتان څخه ځان ته كفن ګنډلى، او دمرګ د ورځې لپاره يې ساتلى. نن ورځ چې له مړينې او د ژوند له هيلو څخه خبره ياده شوه، دده د مجسمې د عبادت كړلو خبره هم ورسره څنګ ته راغله چې د مرګ، كفن او خښولو ياد يې وكړ. وروسته بوډۍ د خپلې خستګۍ او ستړيا سره سره دغې ټكي ته اشاره وكړه چې پخوانو ويلي كه د خښولو په وخت كې په كفن كولو او په تابوت كې اېښودلو سره بې پروايي وشي مړى به د تل لپاره له عذاب سره مخ وي.... ښكلې نجلۍ چې له وېرې لړزېدله، چيغې كړې، بوډۍ ادۍ، بس دي، نور مونږ ته دغه څيزونه مه وايه! زړې بوډۍ پداسې حال كې چې پر څېره يې يوه وېروونكې موسكا خوره وه، د ملنډو په ډول زياته كړه: اوس مې له تاسو ماشومانو څخه غوښتنه داده چې كله مو زه په تابوت كې كېښودم، زما څنګ ته راشئ او ووينئ چې هر څه بايد د معمول په څېر وي.... ځوان بيا په خبرو راغۍ: عجيبه ده چې ټول كسان (زوړ او ځوان) د كفن، مرګ، او خاورو ته د سپارلو په فكر كې دي. كله هم زه د كښتۍ وانانو په بدمرغه بخت فكر كوم چې د دوى كښتۍ بې رحمه توپان ډوبوي نو د دوى مړينه هم ورسره خامخا ده، دوى د خپل ژوند په اړه څه ډول فكر كوي؟ دغه عاجزان پرته له دې چې څوك يې له هويته خبر شي يا هم پر دې وخت كې څوك ورسره مرسته وكړي د سړو او تيارو اوبو پر مېنځ كې ساوركوي. څو دقيقې يوه نرمه چوپتيا پر مجلس خوره � �وه، خو دغه ترخه چوپتيا ډېره پاته نشوه، ناڅاپه له بهر نه زړه بوږنوونكى اواز واورېرل شو. په داسې ډول چې له ډېر وحشت څخه ټوله ودانۍ په لړزه شوه. فكر كېده چې ډېر زورور اورغورځوونكى غر ښوويېدلى يا لويې زلزلې غرونه سره جنګو� �ي. پر څو پورې چې دغه لړزه او شور په كرارېږي ټولو يو بل ته په وېره وېره كتل، همغه وخت چې ساعت مخكې تګ نه كاوه د � �برو د رغړېدو غږونه دتوند باد سره اورېدل كېدل چې يو ځل بې اختياره د كور د څښتن له خولې چيغې ووتې: اې زما خدايه، غر راولوېد! غر راولوېد! دغه دردناكه فاجعه چې پر دغې كورنۍ راغله په دې عالم كې هېڅوك نه څه ويلاى شي اونه هم تصور كولاى شي. دغه د تورې ورځې قربانيان ټول له كوره بهر ووتل داسې يوه ځآى ته يې چې د دوى په نظر تر ټولو محفوظ او ډآډمن ؤ، پنا يوړه، خو افسوس چې پر خپلو پښو د وژنتون لوري ته لاړل. باد د لوړ او لرغوني غره د پاى په لوري روان ؤ او هر څه يې ورانول، مخكې تر دې چې ددوى ودانۍ ته ورسېږي هغه نهر چې د غره په ډډه كې روان ؤ په دوو برخو ووېشل شو، د يوه نړوونكي سېلاب په ډول يې سيمې له مېنځه وړلې، په يوه لحظه كې يې ټوله دره ونړوله وروسته هغه لوري ته چې د كورنۍ ټول كسان يو ځاى ولاړ ؤ يون يووړ خو د دوى چيغو او ژړاوو څو لحظې دوام ونكړ. ټول چاپېريال تر خاورو او تيږو لاندې شو او پټنځاى يې په ابدي مزار باندې بدل شو. پر اوسه پورې د باد او توپان غږونه او نښې نه وې وركې چې د كورنۍ د غړو اومېلمه هېڅ اغېزه نه ښكارېده. داسې له مېنځه تللي ؤ چې جسدونه يې هم ونه موندل شول. په سبا ورځ، هر څه ا� �ام او د مرګ په چوپتيا پراته ؤ. د كور له دودكش څخه د دود يوه نرى كړى پورته كېده او په هوا كې وركېده. د بخارۍ په مېنځ كې تر اوسه پورې د ناجو د ونې وروستي وچ لرګي اوتخمونه ورو ورو سوځېدل او ايرې يې پر خړو او ګرمو ايرو باندې � �وېدلې. چوكى د پخوا په شان په كوټه كې اېښې وې ټول څيزونه په عادي ډول ؤ، تا به ويل د كور خاوندان د پخوا په څېر په اوبو يا د ناجو ونو په وچو شاخونو پسې درې ته وتلي دي. پر دې كوچنۍ كورنۍ كې ټولو خپل يادګارونه پرې اېښي ؤ، تر څو په راتلونكي كې نور كسان دغې ځاى ته راځي د دوى د حالت په خبرېدلو اوښكې تويې كړي نوپر هغه سيمه كې داسې څوك نه ؤ پاته چې دغه دردناكه كيسه يې نه وي اورېدلې... دغه دردونكى سرګذشت له يوې خولې بلې ته او له يوې سينې بلې ته نقل شو او پر لپسې نسلونه ترې خبر شول، په داسې ډول چې اوس هر څوك د ساكو له درې څخه تېرېږي، دغه ماجرا د يوې افسانې په ډول اوري، تر دې چې ليكوالو او شاعرانو هم د دوى پر سرنوشت باندې كيسې، شعرونه، او ترانې ليكلې دي. جالبه داده چې په كور كې دمساپر يواځې پنډ پاتې ؤ او دا يې ښودله چې يو ستړى او ستومانه مساپر له دې ځاي څ خه تېر شوى او له دې كورنۍ سره د دوى په برخليك ګډ شوى. بېچاره ځوان پر خپل فكر د شهرت غوښتلو لپاره په زړه كې څوم� �ه هيلې درلودې. كله چې مړ شو، نه يې چا نوم پېژانده نه څوك پوهېدل چې څوك ؤ، له كومه راغلى ؤ او چېرته تلو؟ داسې يو راز چې هېڅكله ورڅخه پرده پورته نشوه او داسې يوه معما چې تر اوسه د هغه چاپېريال د اوسېدونكو لپاره بې ح� �ه پاتې ده. اوس كه وغواړئ او كه ونه غواړئ دغه پوښتنه رامېنځ ته كېږي چې پر هغه ساعت د مړينې او د نړۍ له ټولو هيلو څخه سترګې پټول چا غوښتل؟ ژباړن: سيدحبيب وقار ۱۳۸۵\\\\۵\\\\۵ ارزګان د ترينكوټ ښار د جمعې ورځ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "لوند می کړی په اوښکو خپل ګرېوان په نیمه شپهچی ولوېدله تندره په افغان په نیمه شپهچی فتح يئ ډیلئ کړی ابدالی له قندهارهله یاده می نه وځی میرویس خان په نیمه شپهریښې دی در � �ېبی که ستا ده نسل بقا غواړیچی ګډ ټول په رمه سی دا لېوان په نیمه شپهجهان ته يې سپارلی وو ښائست د ځلاند ستورواوورونه وورول پر موږ آسمان په نیمه شپهشاهین دغه دعا کوی همېش له خپله ربهاې خدایه پر سکون کړې هر انسان په نیمه شپه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رابرت ګیټس: د نویو سرتیرو لومړی کنډک به تر دوو اونیو افغانستان ته راشي", "output": "میرویس جلالزی ټاکل شوي چې د هغو سرتیرو لومړی کنډک به ډیر ژر افغانستان ته واستول شي چې اوبهاما یې افغانستان ته د استولو دستور دوه ورځي دمخه صادر کړی دی. د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس پرون وویل چې د نويو سرتیرو لومړۍ جوپه به د نوي عیسوي کال د وړاندي افغانستان ته واستول شي او تر ډیره به د دغه کنډک سرتیري د افغانستان په کندهار او ختیځو ولایتونو کې ځای پر ځای شي. اوبهاما دوه ورځي دمخه اعلام وکړ چې افغانستان ته به دیرش زره نور سرتیري لیږي. که څه هم د سیمې د حالاتو کارپوهان افغانستان ته د سرتیرو استول د لانجې حل لاره نه بولي خو اوبهاما ګواښ کړی چې ډیر ژر به دغه لانجه خطمه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په غور كې دواروي دښويدنې له امله ۱۱ تنه مړه شول", "output": "ددغه ولايت دامنيه قومندان جنرال شاه جهان نوري په وينا:دغه واورې ښويدنې د چخچران ولسوالۍ دجنداك په نامه سيمه كې رامنځ ته شوي دي.دشاجهان په وينا په وژل شويو كسانو كې شپږ تنه ښځي دي همدارنګه په پيښه كې ديارلس تنه نور ژوبل شوي او لس كورونه ويجاړ شوي دي.نوموړي زياته كړه چې ددغه ولايت دټولو ولسواليو لاري له مركز سره پري شوې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امريکاد دفاع وزير نن پاکستان ته ورسيد.", "output": "نوموړي به په دغه هيواد کې دخپل سفر په بهير کې د پاکستان دپوځې مشر پرويز مشرف برڅيره له نوروچارواکو سره هم وگوري. د دفاع وزارت په دندې د گماريدو وروسته د گيټس پاکستان ته دا لومړي سفر دي. رابرټ گيټس دا دوره په داسې حال کې ترسره کوي چې د ناټو مشرانو د مخه ويلې و په افغانستان کې تر هغه امن نه شې راتللي څو پاکستان په دغه هيواد کې لاسوهنه بنده نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا ويلې پاکستان د ترهگرو لپاره يوارام ځاي دي اودوې دلته خپله ډله بيا راټولوي. مشرف څه مودې وړاندې دا منلي وه او ويلې و چې په اوږده پوله باندې د امنيتې کسانو د لږوالي له امله د القاعده غړي افغانستان ته اوړي، او په دغه ټولي پولې باندي گزمه کول يو ستونزمن کار دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوی پاکستانی محکمی د بی نظير بوټو د نيونی پريکړه کړی", "output": "بی نظير بوټو چی په ٨٠مه � �سيزه کی د پاکستان لمړی وزيره وه وروسته له هغه له دندی ګوښه او د خيانت تورونه پی ولګيدل چی ويل کږی د پاکستان مالی شتمنی يی کنګل او په بهرنيو بانکونو کـښی يی په خپل شخصی نامه ثبتی کړی .ميرمن بوټو چی له ک� �ونو راهيسی له هيواد نه بهر ژوند کوی وروسته له هغه دا پريکړه پی شوی چی نوموړې تيره اونی په متحده عربی اما� �اتو کښی له پخوانی لمړی وزير نواز شريف سره يو ځای يو ا يتلاف جوړ کړ تر څو په پاکستان کی د پرويز مشرف حکومت را نسکور کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پروټین د انسان د حافظي د کمزوري کولو لامل ګرځي", "output": "میرویس جلالزی د یوه تازه تحقیق پایلي ښیې چې پروټین د انسانانو له حافظې سره نږدې اړیکي لري. د پروټین تجزیه د انسانانو د حافظي د له مینځه تګ لامل ګرځي چې په پایله کې یې د الزایمر ناروغي رامنځ ته کیږي. د امریکایي محقیقینو یوه څیړنه ښيي چې د پروتینونو تجزیه د مغزو د ژونکو ساختمان ته صدمه رسوي او د هغه ارتباط د قطع کیدو لامل ګرځي چې عصبي رشتې یې یو له بل سر د مشخصو مسایلو په اړه ټینګوي. دغه رابطه د کپیوټر د سرکټونو تر منځ اړیکې ته ورته ده . د امریکا د اریزونا د پوهنتون د جنسي کروموزومونو د تشخیص او څیړلو د انستیتیوت پر وینا چې پروتین که څه هم د بدن نورو برخوته ګټه لري خوتر ډیره بریده د حافظي د کمزوري کولو په برخه کې هم رول لوبولای شي. دا لومړی ځل دی چې داسي یو تحقیق د پروټینو په باب تر سره کیږي چې د انسان بدن ته د تاوان د رسولو څرګندويي کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوریځه", "output": "هیربه نشي هیچانه هم خپله دځوانې دورانکله پیدا کیږي آشنا هغه پخواني دورانواخله هریوخوند ددنیا وکړه هرمزه دژوندبیا به نه راځې هیچا له دغه یو فانې دوران یورنګ ځان ته غوره که چې ښه ښکاري دځان سرهمکړه دورنګي دورنګي ښه ندی انسان سرهخوله کې ګرځوې ته � �االله په زړه دې رام رام خلک هندو پیژني چې کیني مسلمان سره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ربیع الاول اودميلادالنبي لړۍ . (۵ برخه)", "output": "بسمه تعالی ! !ال� �هم صل علی محمد النبي الأمي و علی آله و أصحابه وبارک وسلم . قدرمنومسلمانانو ! د إسلام د پيغمبر (صلی الله علیه وسلم ) د تولد او د زوکړي په حرمت او په برکت ، يا په بل عبارت دده د تولد په استقبال کښي چي الله (جل جلاله ) و عالم انسانيت ته ، بلکي و عالمِ مُلک او عالم ملکوت ته ، و عالم خلق او عالم أمَر ته ، و عالم علوي او عالم سفلي ته کوم عجآئبات او مختلف النوع د عادت خلاف ، نادر او په حيرانتيا کښي اچونکي أمور او واقعات ښکاره کړيدي ، د ټولو ذکر کول ځما عاجز ، بلکي د هر انسان له طاقت څخه وتلئ کار دئ ، خو بيا هم د يو کافي تعداد ذکر ما په تيرو برخو کي درته وکړ او د ځينو نورو ذکر په دې برخه کښي درته کوم . : ( ۱ ) د اسلام د پيغمبر د مبارک نيکه عبدالمطلب څخه روايت دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي زه په شپه د ولادت د حضرت محمد ( صلی ا� �له عليه وسلم ) په نزد د کعبې شريفي وم ، کله چي شپه و نيمايي ته ورسېدله ومي ليدل چي کعبه شريفه د « مقام إب� �اهيم » پر طرف رامآئله سوه او پر سجده باندي پرېوتله او په دغه ډول د تکبير اواز ورڅخه راغئ چي : « الله أکبر ، الله أکبر ، رب محمد المصطفی الآن قد طهرني ربي من أنجاس الأصنام و أرجاس المشرکين » . يعني الله ( جل جلاله ) ډير لوئ دئ ، الله ( جل جلاله ) ډير لوئ دئ ، چي رب د محمد مصطفی دئ ( يعني رب د هغه محمد دئ چي الله تعالی له م ابين څخه د ټولو کائناتو غوره کړئ دئ ) په تحقيق سره پاکه کړم زه رب ځما له مرداريو څخه د بتانو او له نجاستو څ خه د مشرکانو ( يعني اوس چي د إسلام پيغمبر حضرت محمد پيدا سو نو ددې وخت رانژدې دئ چي دغه درې سوه او شپيته بتان به چي کفارو پر ما باندي شاوخوا راګرځولي دي او دارنګه دغه مشرکان به چي قسم قسم د شرک عملونه دلته کوي نيست او نابود وګرځي ) . ( ۲ ) : د إسلام د پيغمبر د ولادت سره سم د کسری قصر او بنګله په لړزه کښي راغله او ۱۴ کنګرې ورڅخه راولوېدلې . ( ۳ ) : دده مبارک له ولادت سره سم د « ساوه » بحيره وچه سوله او اوبه يې په مځکه ننوتلې . ( ۴ ) : هغه شېله او کنده چي په هغه وخت کښي په « وادي سماوه » سره مشهوره وه ، چي په طول کښي د زروکالو يې اوبه قطعه سوي وې له اوبو څخه ډکه راوبهېدله . ( ۵ ) : د پارسيانو ، اتش پرستانو د عبادت خانې اور چي زر کاله متصل بل سوئ راچليدلئ ؤ په دغه شپه کښي مړ سو . ( ۶ ) : دده مبارک له زوکړي سره سم يو داسي نور او روښنايي پيدا سوه چي ددغه نور په سبب و حضرت بي بي آمنې ته د شام بنګلې ښکاره کړې سوې . ( ۷ ) : دده مبارک د زوکړي په وخت کښي حضرت بي بي آسيه ( رضي الله عنها ) او حضرت مريمه (رضي الله عنها ) او د جنت حوري و حضرت بي بي آمنې ته ح اضري سوې او خبري يې ورسره وکړې . ( ۸ ) : امام سهيلي له تفسير څخه د « بقي بن مخلد الحافظ » څخه حکايت کړئ دئ چي ابليس ملعون څلور ځله سختي چغي او بغاري کړيدي : ۱: « په هغه وخت کښي چي دَی ملعون کړ سو » ۲ : « په هغه وخت کښي چي له اسمانو څخه و مځکي ته راکښته کړ سو » ۳ : « په هغه وخت کښي چي د إسلام پيغمبر حضرت محمد ( صلی الله عليه وس� �م ) و زيږیدئ » ۴ : « په هغه وخت کښي چي له الهي لوري څخه د فاتحې سورت پر حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) باندي نازل کړ سو » . ( ۹ ) : کله چي د إسلام پيغمبر پيدا کړسو نو د طفوليت او شيرخورۍ په ابتدايي شېبو کښي بې و سپوږمۍ ته په ګوته اشاره کوله ، وهر طرفته چي بې اشاره وکړه نو سپوږمۍ به وهغه طرف ته ميلان وکړ ، او ده مبارک به له سپوږمۍ سره خبري کولې او سپوږمۍ به له ده سره کولې . ( ۱۰ ) : کله چي دَی مبارک پيدا سو نو خبري بې کولې او ملائکو او پرشتو به دده مبارک ځانګو ورځنګوله . له حضرت حليمې سعديې (رضي الله عنها ) څخه روايت دئ چي دې مبا� �کي فرمايلي دي چي اول ځل چي ما د إسلام و پيغمبر ته تئ ورکړ نو ده خبري وکړي نو يې داسي وويل : « الله أکبر کبي� �ًا والحمدلله کثيرًا وسبحان الله بکرة و أصيلا » . ( مدارج النبوت ، الداية والنهاية ، المواهب اللدنية ) . والسلام . نوربيآ . . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوریزه", "output": "څلوریزه زما قلم به هله لوړ او محترم ويچې دښمن داستبداد او د ستم ويچې د خلکو د دردو رازونه وایېخدایه وي به چې هغه زما قلم وي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د صدام د محكمې بشپړ راپور", "output": "په داسې حال كې چې د يكشنبې په ورځ په زرګونو تنه عراقې كورني او بهرنې سرتيري دنوموړي هيواد په بېلابېلو سيمو كې د دغه هيواد د پخواني ولسمشر صدام حسين د مح كمې د وروستۍ پرېكړې پر مهال د هر ډول احتمالې تاوتريخوالې د مخنيوې لپاره په دندو ګمارل شوي وو په عراق كې د غرمې تر يوې بجې د هيڅ راز خونړۍ پيښې رپوټ نه دى وركړل شوى. د صدام پر دوه څلويښتم ځل محاكمه چې د بغداد په منصور سيمه كې جوړه شوې وه قاضيانو هيڅ يوه ټلويزيونې چينل او خبري آژانس ته اجازه ورنكړه چې د محكمې له جريان څخه ژوندۍ خپروني وكړې. په دې محكمه كې يوازې العراقيه دولتي ټلويزيوني چينل ته اجازه وركړل شوه چې د صدام ح سين او د هغه د ۷ تنو ملګرو د محاكمې پر وخت ژوندۍ خپروني وكړې. چي وروسته قاضې خپل وروستى حكم په دې ډول صادر كړ: صدام حسين: اعدام عوادالبندر: اعدام برزان تكريتې: اعدام ياسين رمضان: عمر � �يد محمد اعزاوې: بې ګناه عبدالله كاظم رويد ۱۵ كاله بند علې دايح : ۱۵ كاله بند مزهر عبدالله: ۱۵ كاله بند د محكمې پر مهال قاضي د صدام حسين يو مدافع وكيل د محكمې د نظم د خرابولو په تور له تالاره وشاړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "۱۳۰ برتانوي سرتيري به د كندهار هوايي اډي ته راورسيږي", "output": "د بريټانيا نوي وزير چي په دي نژدو ورځو كي يي له افغانستان څخه ليدنه كړي وو او خپل هيواد ته رسيدلي وو دا خبره يي د ۵ شنبي په ورځ وكړه. ښاغلي ديس براون وويل چي دا سرتيري به يي د كندهار په هوايي اډه كي ځكه ځاي پر ځاي شي چي هلته له مي� �ته ايتلافي پوځيانو سره مرسته وكړي. دم ګړي په دي هوايي اډه كي امريكايي ، رومانيايي، افغان او كاناډايي سرتيري د امنيت خيال ساتې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نورستان: د یوې کورنۍ پینځه غړي مړه شول", "output": "جمال د نورستان ولايت په مرکز پارون ښار کې له يوه پله څخه سيند ته د موټر د غورځېدو له امله ديوې کورنۍ پنـځه غړي مړه شول . د دغه لري پ� �اته ولایت والي جمال الدین بدر وویل چې دغه پیښه پرون له غرمې وروسته رامنځ ته شوه. هغه زياته کړه چې په سيم ه کې د زياتې واورې ورېدنې له امله يو موټر چې پکې اته تنه سپاره وو، سيند ته پرېووت . د والي په وينا، په دې پېښه کې د محمد رحيم په نامه ديوه تن د کورنۍ پنـځه تنه غړي مړه شول او درې نور يې ټپيان دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان د دفاع وزیر له یو وسلوال برید روغ رمټ ووت", "output": "د افغانستان د دفاع وزیر له یو وسلوال ناڅاپي برید روغ رمټ ووت د افغانستان د دفاع وزارت و یاند ظاهر عظیمي په وینا دا برید د افغانستان د دفاع وزارت و یاند ظاهر عظیمي په وینا دا برید نن وروسته له هغه تر سر شو چه د رحیم وردگ د سپرلۍ د موټرو په کاروان نامعلومو وسلوالو برید تر سره کړ خو په خپله رحیم وردگ په دې کاروان کښي نه وو او نه هم څوک په دې برید کښي وژل شوي او یا ژوبل شوي دي . عظیمي وویل د پیښي د نورو جزیاتو په اړه تر دې مهاله څه نشي ویلای او نه هم د برید په تور تر دمهاله څوک نیول شوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هجرت په کابل کي", "output": "هجرت هنري فلم - په کابل کي نوی افغان هنري فلم ( هجرت ) به ډېر ژر په هيواد کي دننه لومړی په کابل او بيا په کندهار کي نندارې ته وړاندي شي . هجرت په اروپا کي د مېشت افغان کډوالو د ژوند کيسې درته بيانوي چي د خندا سره - سره ډېر دردونکی هم دی . هجرت د هيواد د وتلي فلم جوړونکی واحد نظري له خوا د جوړو شووفلمونو څخه ( د کونډي زوی ) سريال وروسته تر ټولو وروستۍ لاسته راوړنه ده چي په هيواد کي دننه هيوادوال يې يو کال د ليدلو لاري څاري . هجرت تر دې دمه پوري په ټوله اروپايي هيوادونو کي په څو څو ځله ښودل شوی دی ، او دادی دلومړي ځل لپاره د هيواد دننه په همدې څو ورځو کي نندارې ته وړاندي کيږي . د نندارې دقيقه نېټۀ او پته به ډېر ژر اعلان شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپکتیکا په گومل کې تیره شپه نښته شوې.", "output": "دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې تیره شپه ١٢ بجې دپکتیکا دگومل ولسوالۍ باندې وسلوال برید وشو چې بیا دپولیسو او وس� �والو مخالفینو ترمنځ ددوو ساعتونو لپاره جگړه ونښته چې کوم زیان یې نه درلود."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "(( که غواړې پرې مې ږدې))", "output": "هالينا پوشوياتووسکا (پولنډۍ) (1935-1967) ژباړن: نذيراحمد سهار\\ د ايونا نويسکا په مرسته هالينا پوشوياتووسکاد پولنډ مشهوره شاعره ده، چې ګڼ شمېر شعرونه يې نورو ژبو ته ژباړل شويدي. ايونا نويسکا يوه بله پولنډۍ ليکواله ده، چې په اېراني ژبه يې د هغې ګڼ شعرونه ژباړلي دي. دغه شعر مې د همدې مېرمنې په مرسته پښتو ته وژباړه. نويسکا ژمنه کړې، چې پښتو لنډۍ به په پولنډي ژبه ژباړي. ____________________________________________________________ که غواړې پرې مې ږدېموسکا مه هېروه خولۍ ، کېداى شي هېره دې شي لاسماغى، د ټليفون کتابچهټول هغه څه چې بايد ويې لټوې او ناڅاپه په راستنېدا مې ژړا وينېاو نه مې پرېږدېکه غواړې پاتې شېموسکا دې مه هېروهکولاى شې زوکاليزه مې هېره کړېاو د لومړۍ مچکې ځاىاو د لومړنۍ دعوا دليل موخو که غواړې پاتې شېآه مه وباسهوموسېږهپاتې شه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دملي راډيوتلويزيون دنوي مشر ديوملي ضدګام پراړه", "output": "په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه د ٢٠٠٦ کال مارچ جرمني ، د فرانکفورت ښار په ټول افغان ويبپاڼه کې د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د نوي مشر ښاغلي نجيب روشن له لورې د يوبل ملي ضد او د افغانستان د اساسي قانون ضد ګام له اوچتېدو پرده پورته شوې ده . په دغه ليکنه کې راغلي دي چې نوموړي د دويچه ويلې يا المان غږ د هغې مهمې تلويزيوني خپرونې په اړه چې د دې خپرونې د معمول په توګه بايد د فوټبال نړيوالې لوبې چې په وړيا توګه افغانستان ته خپرېږي ، په پښتو او فارسي دواړو ژبو په مساوي توګه خپرې شي ، د خپرونې مسوؤلينو ته ويلي دي چې له پښتو تېر شئ او يوازې فارسي ژباړه يې کافي ده . دغه خبره جرمني ته د ښاغلي روشن د وروستي سفر په لړ کې له دغو تلويزيوني چارواکو سره مطرح شوې ده . موږ د دغه خبر په اورېدو سخت خواشيني شو . دا د افغانستان د ملي يووالي او د وطن د اساسي قانون پر وړاندې يو عمل دی . که چېرې دا خبره سمه او دقيقه وي ، د افغانستان حکومت يې بايد پوښتنه وکړي او که سمه نه وي نو خپله د راډيو تلويزيون مشر دې يې رد کړي او سپيناوی دې يې وکړي . موږ د المان غږ له تلويزيوني خپرونې هم هيله لرو چې خپلو خپرونو ته د پخوا په څېر د افغاني عنعنې په توګه دوام ورکړي او يوازې د يو تن خبرو ته چې هغه هم د افغانستان د اساسي قانون او ملي يووالي ضد وي ، اهميت ورنه کړي . په درناوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې د پرسونل ضد ماينونه ترلاسه شول", "output": "په کندهار کې پوليسو نن سهار وختي ٦ بجې د کندهار ښارد نهمې ناحيې د لويې ويالې په سيمه کې له يو زاړه سراى څخه د پرسونل ضد ١٠٤ ماينونه تر لاسه کړي دي. د کندهار د پوليسو مشر وايي دښمن غوښتل دغه ماينونه د ورانکارو عملونو د ترسره کولو په موخه د ژړۍ ولسوا� �ۍ اود پاشمول سيمو ته ولېږدوي.د پيښي په تور څوک نه دي نيول شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فرانسې له صوات سره د ۱۶ ملیونو امریکايي ډالرو مرستې اعلام وکړ", "output": "میرویس جلالزی د فرانسې دولت د پاکستان د صوات سیمې له بیځایه شویو کورنیو سره د شپاړسو ملیونو امریکايي ډالرو مرستې اعلام وکړ.دغه مرسته په پاریس کې د پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري او د هغه د فرانسوي سیال نیکولاس سرکوزي تر منځ تر خبرو اترو وروسته وشوه.سرکوزي وویل چې دوي د پاکستانیانو په غم او درک کې ځان شریک بولي.له صوات څخه را روان وروستي رپوټونه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په نکل وایې چې له تیرو دوو ونیو را پدې خوا له دغې سیمې څخه شاوخوا یو ملیون او پنځوس زره انسانان کډه شوي دي.خلګ په بار وړونکو لاریو او بس موټرونو کې یوازي د خپل ژوند له اپتدایې وسایلو سره له خپلو کلیو او بانډو تښتې .د سیمې اوسیدونکو بینوا ویب پاڼي ته وویل چې په صوات کې پيل شوي جګړه د پاکستان په تیر څلویښت کلني تاریخ کې بي ساري ده.پوځ هم ګڼ شمیر سرتیري له بیلا بیلو کرښو صوات ته روان کړي او طالبان هم ډیر په شدت مقاومت کوي.اوس صوات دره د پی� �یانو ښار ته ورته بلل کیږي په هغه ځای کې چې کامله ویره خپره ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دزړه درد", "output": "ز ړ مي ر ا خو ټيګي څه و يل غو ا ړ ي ٠د غه سر ه ا و شنه څه خبر و ل غو ا ړ ي٠مخکي مې شړ لي او س د ي بيا شړ م ٠تو ر ه د با با مي ر ا يستل غو ا ړ ي٠شه تو ر ه ميکړ ي ؤ تا لا شؤ له٠ خپل ا مسا يګا ن مي شر ميد ل غو ا ړ ېلر ا و بر پښتو ن که سره يو شي ټو ل ٠کر ښه د ډ و ر ين پر ا خيد ل غو ا ړ ې ٠يؤ نيم ا فغا ن ته ځه هير ا ن يمه ٠نښته د ملت غم خپل جيبو نه ډ کو ل غو ا ړ ي ٠مکو ا شر في غم په ګو نډ و بشې٠ر ب ؟ ج ؟ خو د حق لا ر ي مر ګر تؤ ب غو ا ړ ي د و بي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزى صيب ! چاپړوسان دې له ځانه لرې کړه", "output": "چاپړوسي هغه مهارت دى ، چې يو شمېر کسان کو� �ى شي ، هغو مقامونو ته پرې ځان ورسوي ، چې د ښې پوهې اوعلم خاوندان يې نشي رسولى . دغه هنر د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې شته ، خو په افغانستان کې يې له کلونو راهيسې ترواسه پورې د يوه غيرمنظم هنر په توګه دومره پرمختګ کړى ، چې اوس يې د يوه دود بڼه خپله کړې او په ځينو کسانو يې داسې کانې کړي ، چې موږک به تراوسه په ګودام کې هم نه وي کړي . غوړه مال کسان تل په دې هڅه کې وي ، چې په څه ډول لوړو مقامونو ته ددغه هنر له لارې ځان ورسوي او مشرانو ته هغه څه ووايي چې من من غوښې پرې اخلي او د هغه مشر هره خبره ، نظر او کړنه د سرو زرو په تول پوره وبولي . په افغانستان کې له پخوا زمانې راهيسې په دربارونو کې يو زيات شمېر غوړه مالان پاتې شوي دي او تل يې دارګ د ماڼې هغه سره کړي چرګان او پسونه خوړلي ، چې نور ولس يې د ناروغ د پرهيزانې لپاره هم نشي پيدا کولى . دغو غوړه مالانو د هر نظام له اوښتون سره د هغه نظام په ژبه ، جامه او کړنو ځان برابر کړى او ځانونه يې د همغه نظام حاميان ګڼلي او ان د مشرانو په پوستکيو کې ورننوتلي او خپلې مېلې او چړچې يې په کې کړې دي ، چې دغو مېلو او چړچو اوس د کرزي صيب په نظام کې ښه زور اخيستى او د غوړه مالانو شمېر يې هم لکه د ماشيني چ� �ګوړو په څېر د پام وړ زيات شوى دى ، چې په ليدو به يې کرزى صيب من من غوښه اخلي او فکر به کوي چې هر څه جوړ دي .کله چې کرزى صيب له دې غوړه مالانو د هېواد د حالاتو او د انتخاباتي کمپاين په اړه پوښتنه کوي ، نو هغوي ورته وايي چې ګرانه ولسمشره ! ستاسو له فرمودې سره سم هرڅه ښه روان دي او هيڅ ستونزه نشته، ټول ولس ته د ارګ په څېر خواړه رسيږي ، د ولس سر ومال په امن کې دى ، روغتيايي اسانتياوې د اروپا په څېر ورته ب� �ابرې شوې دي ، د انتخاباتو کمپاين په ټول هېواد کې ستاسو په ګټه روان دى ، ځکه هغه ښګڼې چې تاسو په دا تو کلونو کې له ولس سره کړې دي او د هغوى ، سر ، مال ، اولادونه او شتمنۍ مو خوندي کړي، هغه ولس به هيڅ کله بل چا ته � �ايه ورنکړي ، بس ته بې غمه اوسه او خپله پاچاهي کوه، نوکران دې هر څه برابروي فقط يواځې امر کوه . د ا د غوړه مالانو هغه لاپې دي ، چې د کرزي صيب د تندي له ليدو وروسته يې هره ګړۍ د ارګ په زړه وړونکې ماڼې او چاپيريال کې دې خوش باوره ولسمشر ته کوي او دنيا يې ورته ګل او ګلزار کړې ده . خو واقعيت داسې نه دى ، واقعيت داد چې که کرزى صيب همدا اوس په خپل انتخاباتي ټيم ، يو شمېر واليانو ، امنيه قوماندانانو ، ځينو وزي� �انو ، سفيرانو ، ولسوالانو ، مشاورينو ، غوړه مالانو او په يو شمېر ارګ مېشتو کارمندانو له سره غور ونکړي ، نو لرې نه ده ، چې دده رايې به د نوموړي سيال کانديد ته ځي او بيا به دده د دربار غوړه مالان ، چې اوس ده پرې باور کړى ،د ده د سيال په دربار کې شړۍ غوړولې وي او هلته به له مخکنيو تجربو څخه ګټه اخلي او سرې سترګې به ناست وي ، چې بيا به نو د ولسمشر کرزي سوړ اسويلى ، افسوس او لاس پړکول کومه ګټه و نلري .نو غوره لار يې داده ، چې کرزى په ټول کاري ټيم له سره غور وکړي او خپلې زياتره حکومتي او د کمپاين چارې له غوړه مالو کسانو څخه واخلي او باوري ريښتنو ملګرو ته يې وسپاري او يا يې پرې ناظر مقرر کړي ، ترڅو يوه روښانه او دده په ګټه انتخاباتي مبارزه ، چې هم ولس پرې بارو ولري او هم اوسني ولسمشر ته اغېزمنه تمامه شي رامنځته شي . کرزى صيب ! په غوړه مالو کسانو نه ارګ ساتلى شې اونه انتخاباتي مبارزه پرې کاميابه کولى شې اونه د ولس په اند باوري ادا� �ه رامنځته کولى شې ، نو مخلص کسان له ځان څخه مه لرې کوه او ځان له غوړه مالو کسانو څخه چې هغه که ستاسو په اداره کې دي او يامو په اوسنۍ سرنوشت ټاکوونکې انتخاباتي مبارزه کې دي، ژره يې غم وخوره او نور يې غوړه ماله خب� �ې سپورې کړه او له ځان څخه يې لرې کړه ، چې داسې نه چې د درياب په ګرداب کې دې لاهو کړي ، چې بيا به په ځان هم پوهه نشې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لیونی یم لا تر اوسه", "output": "زه پرون هم شرابي وم پرونی یم لا تر اوسه زه مجنون وم له ازله لیونی یم لا تر اوسه ددردونو په موسم کې اسویلی یم لا تر اوسه له لمبو نه راټوکیږم خو لوګی یم لا تر اوسه په خزان کې دزړښت هم دځوانۍ ګلونه سپړم ستا دپیغلې ښکلا زوردی چې زلمی یم لا تر اوسه ډیر بې رنګه په لندن کې د پردوپه رنګ کې رنګ شول زه رنګین په پښتنوالې پکتیانی یم لا تر اوسه هر محفل ته چې ته درومې هر نظر در پسې څارم ستا دمینې په مجمر کې سپلنی یم لا تر اوسه که ناتار بیا دمغل دی خو خفه نشې خوشحاله دتا توره مې په لاس ده ننګیا لی یم لا تر اوسه نوی وخت نوي غوښتنې ته په نوي نظر ګوره زه شډل بډل پښتون یم پخوانی یم لا تر اوسه ګڼه ګوڼه هرپلو ده هغه سترګې پکې نشته په دې ډک ښارکې (حسنه) چې پردی یم لا تر اوسه ډاکټر حسن -لندن ٤/٣/٢٠٠٧"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په گردیز کې لاریون وشو.", "output": "تیره ورځ دپکتیا ولایت په مرکز گردیز کې یو لاریون دډنمارکۍ ورځپاڼې دغندلو پر موخه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارتونو نه یې رسم کړي وغنده. یوه لاریون کونکي عزت الله چشتي بینوا ته وویل چې لاریون دسهار په نهو بجو پیل شو او له تاوتریخوالي پرته پای ته ورسیده. لاریون کونکو دډنمارکۍ ورځپاڼې دغه کار پر مسلمانانو تیر وگاڼه او دافغانستان له دولته یې وغوښتل چې له ډنمارک سره اړیکي ودروي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قریب الرحمن سعید د خواشنیۍ پیغام", "output": "بسم الله الرحمن الرحیم انا لله و انا الیه را جعون د په مذهب او وطن مین لیکوال ، خبرنګار او ژورنالست ، شهید عبدالصمد روحاني ، په شهادت رسونه ،د هیواد د تاریخ په دغه ناورین کی یو بل ستر کرغیړن عمل دی چی دعلم او پو هې ددښمنانو لخوا تر سره شوې . دغه عمل له هره اړ خه په کلکو ټکو سره غندو او ددی عمل مجرمینو ته د ولسي سزا غوښتونکې یو. مونږ په داسې حال کی چی د شهید عبدالصمد روحاني کورنۍ ته د هغه د شهادت په هکله د الله جل جلاله له اړخه د زړه زغم او صبر غواړو او په دی ستر غم کی ورسره ځان شریک ګڼو د شهید ټولو د قلم او فکر ملګرو او د ژورنالستانو ټولې کورنۍ ته ، چې زه هم د هغی یو غړې ېم د زړه له کوم ی خپله غمرازي څرګندو. همدا راز غواړم چی د هیواد ټول روڼ أندی ، او په عامه ټوګه ټول هیوادوال په یوه اواز او یوه غږ سره ، په هیواد کی د تروریزم تر نامه لاندی دبهرنیو اشغالګرو ځواکونو په لاسو داوسنۍ عام وژني په هکله ، چی هر ه ورځ په کې په لسګونو کوچنیان ، ښځی او زاړه د ځوانانو په ګډون سوځي، د بین المللي ټولنی څخه په کلکه و غواړي چی دا عامه وژنه چی د پښتنو د قوم د نابودۍ په خاطر روانه ده سم دستی او پرته له ځنډه و دروي . همدا راز په جنګ کی د را ښکیلو اړخونو څخه په کلکه و غواړو چی د هیواد د بچیانو د ښوونځآیو د ویجاړولو څخه ځان و ژوغوري او برعکس هغوی ته د امن او سکون زمینه برابره کړي تر څو زمونږ نوې کهول د ښوونې او روزنې څخه بې برخې نشي . او ددغسې شیهدانو تشه پرې ډکه شي. په درنښت قریب الرحمان سعید دپخواني افغان خبري اژانس رئیس او د حزب اسلامی افغانستان پخوانی ویاند."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دارواښادمحمدحليم سليمي کندهاري غمجن ياد", "output": "معصوم هوتک - کاناډا په خواشينۍ سره خبرسووچي دکندهار يومشهور اجتماعي اوفرهنګي شخصيت محمدحليم سليمي دليندۍ دمياشتي پر٢٣ مه ١٣٨٤ ش دچارشنبې په ورځ په يوه ترافيکي پېښه وفات سو اوپه داسبايې په کندهارکي خاوروته وسپارل سو. عمريې اتياکالوته رسېدی . ارواښامحمدحليم سليمي دمرحوم حاجي لعل محمدخان الکوزي (مشهورپه بابا) زوی دحاجي نورمحمدخان لمسی اودمحمدسليم خان کړوسی دئ . دمرحوم حاجي لعل محمدخان پېشه سوداګري وه خودی پخپله دخپل وخت دانشمندسړی و اودمولانای رومي مثنوي شريف يې تل کوت . سليمي صاحب دادبي ذوق څښتن و اوپه ځواني کي يې ادبي ليکنو او تحقيق ته هم وخت ورايسته . د(زموږليکني) په نامه يوه رساله يې په ١٣٣٦ ش کي اودوهم وارپه ١٣٧٥ ش = ١٩٩٦ ع کي چاپ سوې ده . سليمي صاحب دخطي کتابويوه ستره زېرمه درلوده چي دپښتواوفارسي ژبي خورا ډېر نوادرپکښې خوندي وو . دده دخطي کتابوزېرمه تل د افغاني محققينوپه واک کي وه او په ډېره سخاوتمندۍ سره يې خپل نوادر دمحققينواستفادې ته وړاندي کول زماياددي چي په يولړعلمي سيمينارونوکي دکندهاري سليمي دکتبخانې نوادرداستفادې او نندارې په غرض ايښوول سوي وو. کله چي دثورترفاجعې وروسته له هيواده وتلوته مجبورسو په نيويارک کي يې دافغاني فرهنګ دځينوخواخوږوپه ملتيا دلوی احمدشاه باباپه نامه يوه کتابخانه پرانيستله . له هيواده بهريې دفرهنګي کاروپه لړکي دکابل چاپ پښتوــ انګليسي قاموس دوهم وارتجديدچاپ کړ . په ورځني ژوندکي ښاغلی سليمي ډېرجواد ، منور او مجلس آراء سړی و . دهيوادپه تنويري خوځښتونوکي دسليمي صاحب ونډه ډېره څرګنده وه اودهيوادله ټولوفرهنګي اوعلمي شخصيتونوسره محشوروپه تېره بيادعلامه حبيبي اوعلامه رشادله نزدې ملګرواوارادتمندانوڅخه و. زه دارواښادمحمدحليم سليمي مړينه يوه فرهنګي اوټولنيزه ضايعه بولم اوکورنۍ ته يې دزړه له کومي تسليت وايم . داڅوبيته مي ددغه ارواښادپه يادويلي دي چي له تاسي سره يې هم شريکوم . زمانې لاس راته يـــــــــــــــــوکړی له اغياره سره چي راڅخه اخلي يـــومخ نازله نازورداره سره ټاپی دتلين اوجنازې ســره ملګری سونن (١) دصفتوشهنشاه مل ســــــــــــــــــوله سالاره سره پردې نامېنده دنياګۍ باندي مــــــاډېرليدلي چي ترګلونـــــــووه نازک ښخ سول له خاره سره دښايست مېنه کــــــړه سپېره ستادجفالښکرو ژاړي به خــــــــــــودپاچادحسن له تاجداره سره غمنامې تاردئ اچـــــــــــــــــــولی دقلم غاړي ته شپېلۍ دغـــــــــــم ده ږغوي يې له سيتاره سره ته واښادي نه ده زوکړې زموږپرغولي باندي ته واخوښۍ ده کډه کـــــــــړې له سينګاره سره دغمنامې ســــــــرليک ته نن هغه ککره راغله چي پـــــه ماتم يې ژاړي ټول خېل له تباره سره ککرۍ نه وه مجموعــــــــــــــــه وه دنېکيودښو حلم وزغم صبرو مــــــــــــل له دې نامداره سره په څه مېړانه يې ســـــــــــــــهل دزمانې داغونه داغ داولادڅه هم ونه کړل ؟ له دې پلاره سره خوحــــــــــــــــــوادثوته ولاړودقيتول په شاني دغم لښکرباندي ډېرراغلل لـــه افشاره سره شکمن به نه ســـمه په مينه کي دهغه نيازمن که پس له مړيني سويوځای له خپل دياره سره پټۍ دګلوباندي کښېږدئ پرزخمي قبريې سليمي پروت دئ په لحدکي له پرهاره سره ۱۶ ډسمبر ۲۰۰۵ - کاناډا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایتلاف:په هلمندکې۳۴ تنه جنګیالي وژل شوي", "output": "دامریکاپه مشرۍ اتلافي ځواکونودهلمندولایت دنهرسرخ په ولسوالۍ کې د۳۸ تنووسله والو جنګیالیودوژل کیدوخبرورکړی.له بګرام څخه داتلافي ځواکونودم طبوعاتي یوه خبرپاڼه وايي چې افغان او ايتلافي ځواکونو تېره ورځ دهلمند ولایت دنهرسرخ په ولسوالۍ کې دګزمې پرم هال دوسله والوطالبانوپه یوه ټولي برید وکړچې په نتیجه کې یې ۳۸ تنه جنګیالي ووژل شول.په خبرپاڼه کې زياته شوې چې پدغه نښته کې د۳۸ تنودوژل کیدو سربېره دوسله والوجنګیالیودوه موټر له منځه تللي اویوه اندازه وس� �ې اومهمات هم ددوی ګوتو ته ورغلي . خبرپاڼه کاږي چې پدغه نښته کې افغان ، ايتلافي ځواکونو او ولسي وګړيو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "گرديز کې د امريکا له خوا د افغان بنديانو شکنجه", "output": "د امريکې د دفاع وزارت پنټاگون داسي اسناد خپاره کړي چې د افغانستان د پکتيا ولايت د مرکز گرديز ښار په يوه سيمه کې چيرته چې امريکايي س� �تيري يو زندان لري ، افغان بنديان د بهرنيو ساتونکو له خوا شکنجه شوي دي .په دې اسنادو کې چې نن دفاع وزا� �ت خپاره کړل راغلي ، امريکايي سرتيرو گڼ شمير افغان بنديان په لندو کالو کې له بند څخه بهر کتار درولي او کله چې هغوي ځانونه خوځوي د سرتيرو له خوا په پښو، ځنگنو او اوږو باندي په لغتو وهل کيږي .اسناد ښيي چې داځورونه په 2006 کال کې تر سره شوي ده .دا اسناد چې ټاکل شوي د امريکې د مدني خپلواکيو ټولني ته هم وسپارل شي پکې د جمال ناصر په نامه د هغه افغان زنداني د شکنجې کيس هم ذکر شوی کوم چې په 2003 زيږديز کال کې په گرديز کې د امريکايي س� �تيرو په يو زندان کې له اوږدې ځوروني وروسته په مرموز ډول وژل شوی وو .دا په داسي حال کې ده چې د سرصليب نړيوالي کميټې روانه اونۍ د افغانستان په بگرام ،څرخی پله او يو شمير نورو زندانانو کې د بنديانو اوسنی حالت د پام وړ ښه وبلل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رحیمي: دبشري حقونو دڅار اداری رپورټ ناسم دی.", "output": "نن په کابل کې خبري ناستې ته دولسمشر کرزي ویاند کریم رحیمي وویل چې پدی وروستیو کې دبشري حقونو دڅار اداری هغه رپورټ چې پکې ځینې جهادي رهبران او قومندانان له بشري حقونو څخه دسرغړونې په تور یاد شوي ول په کلکه رد کړه رحیمي وویل چې دا رپورټ ناسم دی او دیوه وخت خلک په کې یاد شوي دي هغه دغه راز وویل چې دا یاد شوي جهادي رهبران افغانستان دسولې په لار کې دا مهال تر هر چا وړاندې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دعقل فلسفی", "output": "دعقل فلسفی راته دی مه ستايه دعقل د ژوندون فلسفی زما خوښيږي د جانان او د جنون فلسفی عقل دښمن ده د انسان تری لوی دښمن بل نشته ځکه مي خوري د سقراط او افلاطون فلسفی شډل ژوندون او ببر سر څيری ګريوان می خوښ دهڅه وکړم بد می شي نيکټای او د پتلون فلسفی د ژوندانه هره ګړی کی راته ظلم ښيي نوره نه غواړم ستا د ظلم د قانون فلسفی منصوري مينه له څښتن د کايناتو غواړم نه دی نور پيژنم ليلی نه د مجنون فلسفی نن دی په سرو لمبو کی وسوم د سبا په هيلهناورمه ناورم ستا د بيا د سباوون فلسفی ليوني ګوره د جانان په رضا زړه ورکوی زاهد ياديي د صدقاتو د مضمون فلسفی ته د دولت او دشهرت په تمه شپی تيروهدر سره زيب که دا دهر د قارون فلسفی دنيا دي ستا وي اي مجنونه د مرداری دنيا زه به ستايمه د جانان په لور د يون ف� �سفی که د جانان دمينی څاڅکی د ف- ث نصيب شي والله چي ور به کړي جهان کي د ټول شتون فلسفی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کي دارواښاد هاند جنازه خاورو ته وسپارل شوه", "output": "نن په کندهار کي د ارواښاد کاندید اکاډمیسن عبدالهادي هاند جنازه خاورو ته وسپارل شو ه. ارواښاد محقق عبدالهادي هاند په كندهار كي د علامه رشاد بابا (رح) د مقبرې په ساحه کي د ارواښاد استاد نوميالي په څنگ كي خاورو ته وسپارل سوو. او وروسته د ارواښاد پر قبر د يوې غونډي په ترڅ كي چي دعلامه رشاد بابا (رح) د مقبر ې په ساحه كي جوړه سوې وه د ارواښاد هاند پر ژوند خبري وسوې او د دوى د مړيني په اړه د بېلابيلو فرهنگي كړيو او سړيو د تسليت او خواخوږۍ پيغامونه واورول سوه په نوموړې غونډه کي د ولسمشر کرزي د پیغام تر څنګ د اطلاعاتو او كلتور رياست ،د افغانستان د علومو اكاډيمي ،په كندهار كي د علامه رشاد اكاډيمۍ ،د كندهار پوهتنون اود لوى كندهار د فرهنگيانو پيغامونه واورول شول وروسته د ښاغلي شېرشاه رشادلخوا د ارواښآد هاند ژوند لیک واورول شو ورپسې ښاغلي ډاكټر پالوال او فضل محمد پنهان د دوى پر ژوند وږ غېدل او د دوى سره چي يې كومي خاطرې درلودې د هغو يادونه يې وكړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آرمور گروپ او د امریکايي سفارت ساتنه", "output": "آرمور گروپ او د امریکايي سفارت ساتنه میرویس جلالزی د امریکې یوه غیرحکومتي سازمان په کابل کې د دغه هیواد د سفارت د امنیتي وضعیت په اړه د امریکې د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټون ته خبر داری ورکړی. دغه سازمان پر دولتي چارو د څار پروژه نومیږي او اصلي مقر یې په واشنګټن کې دی. امریکا چې دمګړۍ په افغانستان کې د سرتیرو له شدید کمښت سره مخ ده د خپل سفارت امنیتي چاري یې د آرمور گروپ په نامه یوه خصوصي امنیتي شرکت ته سپارلي دي. پر دولتي چارو د څار پروژې د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټون ته خبرداری ورکړی چې آرمرګروپ له خپلو مامورینو یعني د امریکې د سفارت له محافظینو سره ناسم چلند کوي او په ځینو مواردو کې د هغوې په شکنجې هم لاس پوري کوي. د دغه سازمان په لس مخیزه رپوټ کې راغلي چې د آرمور گروپ چارواکي خپل یو شمیر محافظین حتی د څورلسو ساعتونو لپاره ویښ ساتي چې هغوي د بي خوبۍ له امله په سختو ناروغیو اخته شوي او له دغې برخي سخت کړیږي. پر دولتې چارو د څار د پروژې په دغه رپوټ کې همدا راز راغلي چې د سفارت له امنیتي مامورینو سره دغه ډول چلند به په کابل کې د امریکې سفارت له جدې ستونزو سره مخ کړي او په دې اړه مخکې تر مخکې خبرداری ورکړ شوی دی. دغه سازمان وایې چې په کابل کې د امریکې د سفارت له دریو څخه یوه برخه ساتونکي په انګریزۍ ژبه پوره تسلط نه لري او قوماندانان یې له هغوي سره د پانتومیم په مټ په ډیره ستونزمنه توګه اړیکې نیسي.ګورخه ګان هغه قومي خلک دي چې په نیپال او د هند په شمال کې ژوند کوي، په میړانه او دلیرۍ مشهور دي او یو مهال یې د بریټانیا په پوځ کې هم دندې تر سره کړي دي.د ارمرګروپ ډیری قراردادیان ګورخه سرتیري دي.پر دولتې چارو د څار پروژه دا خبرداری هم ورکوي چې، د ارمرګروپ امریکایي چارواکي له ګورخه سرتیرو او نورو قراردادي محافظینو سره نا سم سلوک کوي چې دغه سلوک د امریکې د سفارت ساتونکو په مینځ کې یو ډول مایوسي او د حقارت فضا را منځ ته کړي ده. د امریکې د باندنیو چارو وزارت ویاند ایان کیلي دغه رپوټ نه دی منلی خو ټینګار کوي چې امریکا په کابل کې د خپلو دیپلوماتانو او سفارتي کارکونکو د امنیت په برخه کې جدي ده.په کابل کې د امریکې په سفارت کې د دغه هیواد د دیپلوماتانو، امریکایې عادي مامورینو او افغان مامورینو شمیر تقریباً زر تنو ته رسیږي.پر دولت د څار پروژې د امریکې دبهرنیو چارو وزارت ته دغه خبرداری د هغو ایمیلونو، انځورونو، مکتوبونو او خبرو اترو پر اساس ورکړی چې د آرمور گروپ د چارواکو او عادې محافظینو تر مینځ تبادله شوي دي.دغه سازمان په پای کې دامریکې پر بهرنیو چارو وزارت غږ کړی چې په کابل کې د آرمور گروپ د چارواکو د سلوک په اړه څیړنې پیل کړي او په ورته وخت کې د دغه امنیتي شرکت کړنې د امریکایې سرتیرو له خوا تر متداوم څار لاندي ونیسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کي ځانمرګي ګڼ ولسي کسان ووژل", "output": "شنبه د اګست ١٨مه د عيني شاهدانو په وينا په يوه موټر کي ناست ځانمرګي هغه وخت خپل ځان والوزاوه چي د USPI پوليسو کاروان له سيمي څخه تېرېدئ. په پيل کي چارواکو په بريد کي د USPI د شخصي امنيتي شرکت د درو ساتونکو او شپږو لارويانو د مړېني خبر ورکړ، خو وروسته يې شمې� �ه تر پورتني رقم ډېره لوړه سوه. په کندهار کي د ميرويس روغتون د عاجل واټ يوه ډاکټر بېنوا ويبپاڼي ته وويل تر اوسه يې ٢٣ تنه ټپيان او ١٤ تنه مړي روغتون ته ور وړي دي. پوليس وايي چاودنه د کندهار په لويديځ د سېلو په سيمه کي رامنځته سوې ده، چي له امله يې ګڼه کسان مړه او ټپيان دي. د محمدجان په نوم يوه پو� �يس افسر اسوشيېټيډ پريس اژانس ته وويل په وژل سويو او ټپيانو کي ګڼ کسان ښځي او ماشومان دي. دا له پ� �ون راهيسي دوهم ځانمرګى بريد دئ چي په کندهار کي ترسره کېږي، تېره ورځ د دغه ولايت د ژړۍ ولسوال حاجي خيرالدين هم له خپلو درو ماشومانو سره په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سو او دوه ماشومان يې ټپيان سول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یوبل برتانوی سرتیری ووژل سو", "output": "په افغانستان کي د میشتو بهرنیو ځواکونو یو بل سرتیری دهیواد په سویل کي وژل سویدی، ناټو ځواکونو خبر ورکړی چې دغه سرتیری د ماین په یوه چاودنه کي وژل سویدی بل پلو د برتانیا د دفاع وزارت وايي چې وژل سوی سرتېری د دوي د یوې لوا مربوط و چي په هلمند کي وژل سویدي ، د وزارت خپره سوې اعلامیه وايي چې سرتیري هله ووژل سو کله چي يې په سیمه کي پلې ګزمه کوله ددې سرتیري په وژل کیدلو سره په افغانستان کي وژل سویو انګریز سرتیرو شمېر ۱۹۶ ته ورسید د برتانیا د دفاع وزارت پداسي حال کي د خپل یو بل سرتیري د مړیني خبر ورکوي چې پرون د برتانیان د پوځونو راتلونکي سرقوماندان ویلي وو چې انګلستان به لږ تر لږه څلورلسیزې په افغانستان کي نظامي شتون ولري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهار : هندو مسلمان شو", "output": "احمد لودين په كندهار كي يو تن اهل هنود كس داسلام په مبارك دين مشرف سو او كلمه شريفه يي وويل په كندهار كي دعدلي محكمو عمومي ريس مولوي عبدالواحد افغاني خبريالانو ته وويل چي نوموړي د هندوستان هيواد اوسيدونكي دي چي څه موده مخكي كندهار ته په غيرقانوني ډول � �اغلي وو چي د پوليسو له خوا ونيول سو او وروسته يي دوسيه تر قانوني كړنو وروسته دا ستناف محكمي ته و� �سيده پريكړه وسوه چي نوموړي به بيرته هندوستان هيواد ته ځي چي نوموړي خپل هيواد ته له تګ څخه انكار وكړ او په خپله خوښه يي ومنل چي داسلام په مبارك دين مشرف سي .د ده په خبره چي نوموړي اوس مسلمان سوي دي چي مخكي يي نوم ګورجيت سينګ وو او اوس يي په خپله خوښه ځان ته دابوبكر نوم غوره كړي دي .مولوي عبدالواحد افغاني وويل چي نوموړي ته اوس د ده له خوا داسلام د مبارك دين پنځه بناوي ورښودل سوي او اوس مهال هم د اسلام د مبارك دين زده كړه وركوي .هندو ګورجيت سينګ چي اوس مسلمان ابوبكر دي وايي په دي خاطر مسلمان سو چي داسلام د دين په هكله يي ډير څه اوريدلي وه او په دي هم پوه سوي وو چي اسلام په نړۍ كي تر ټولو مبارك او پاك دين دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر دفاع وزارت راکټي برید وسو", "output": "د ترلاسه سویو رپوټو پر بنسټ تېر ورځ ( شنبه) مازیګر ناوخته د افغانستان پر پلازمینه یو راکټي برید تر سره سو چې په پایله کې يې درې تنه ژوبل سول د چین د سینهوا اژانس د خبر له مخې توغندی پ دفاع وزارت کې دننه لګیدلی چې د ودانۍ ښيښې يې هم ماتي کړیدي یو چارواکي چې نه غوښتل نوم يې واخیستل سي یاد سوي اژانس ته د پيښي تایید کړی ، خو د پيښي پړه لا تر اوسه د دولت کومې مخالفي ډلي پر غاړه نده اخیستي هېره دي نه وي چې پدې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې د راکټي او ځانمرګو بریدو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسراييلي پوځيان پر غزه باندي پرله پسې بريدونه کوي", "output": "(عبدالله پتمن ) د اسراييلو جنګي الوتکو نن په غزه کې د يوه فلسطيني اورپکي په کور او د وسلو په يوه زېرمتون باندې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ٨ کسان ټپيان شول. د عيني کتونکو په وينا دغه بريد د شپې له خوا ترسره شو چې مالي زيانونه يي هم اړولي دي. د حماس د جنگياليو له خوا د دوی د يوه سرتيري له يرغمل نيولو وروسته، پر غزې خپل بريدونه ډير کړي دي. د دغو بريدونو په ترڅ کې تر اوسه له دوو سوو څخه ډير فلسطينيان وژل هم شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غازي امان الله خان صورت او سيرت >>>", "output": "د استقلال په وياړ ځوان حکمران دا ليکنه په حقيقت کي د اعليحضرت غازي امان الله خان د سيرت او صورت يوه خاکه ده . چي په کال ١٣٠٢ ل کي د ( ا . ص ) په قلم ليکل شوې ده . او بيا د نوموړي کال د > امان افغان < د ورځپاڼي د زمري د مياشتي په ٢٩مه ګڼه کي ( د کابل څخه مکتوب ) تر سرليک لاندي چاپ شوې ، چي ورپسې د وخت په رشديه ښوونځيو کي د ( ادبي منتخباتو د کتاب ) په نوم د ١٣٠٧ ل کال د چاپ څخه اقتباس شوې ده . کوم متن چي دلته تقديم کيږي ، د هغه ځوان پاچا صورت او سيرت ، په موشګافۍ سره معرفي کوي ، او ددې انځور څخه څرګنديږي چي ليکوال د غازي سره دوست او ملګری پاتې شوی دی او هغه خدای بخښلی يې په دقيق او ژول ډول پېژنده . ( حبيب الله رفيع ) د اعليحضرت غازي امان الله خان صورت او سيرت د ( ا . ص ) ليکنه (( ١٣٠٢ ل کال کابل )) ژباړونکی : اياز نوري ( خوست وال ) ٢٨ / اسد/١٣٨٣ل / هالنډ حضرت امان الله خان د خپل شهيد پلار امير حبيب الله خان دريم مشر زوی دی . د يوه ځانګړي فطرت خاوند دی او دخپل نيکه امير عبدالرحمن خان په څېر د کلکي ارادې او عزم خاوند دی . اوس د عمر په ٢٨ کلنۍ کښي دی . د منځنۍ وني خاوند ، صحيح البنيه او غنم رنګه دی . د تورو ښکلو سترګو څخه يې د پوهي او ذکاوت اثار راڅرګنديږي . برېتونه يې لنډ دي هيجاني او عصبي مزاجه ليکن متواضع دی .فوق العاده ذکي ، سريع الانتقاله ، ظريف او نکته پوه زلمی دی . خپل مخاطب ضرور مسخر کوي . سره له دې چي د پخوانيو اميرانو مهيم شمېر او اوسني جګپوړي حکومتي اراکين د هيواد په ملي ژبه ( پښتو ) خبري نه شي کولای . امير ملي ژبي پښتو ته نه يوازي ترجيح ورکوي ، بلکي په هغې تکلم کوي . اوهغه کسان چي د پښتو ژبي څخه اهمال کوي ، خطا کار شمېري . په ترکي ژبه په بشپړ ډول پوهيږي ، په وطني پارسي لهجه اشعار وايي . او دغه دم اخته دی ، ( فرانسوي ) ژبه زده کوي . خپل زوي ، او يو ورور يې تېر کال د تحصيل لپاره پاريس ته واستول . موټر او بايسکل ډير ښه چلوي . د توپانچې په استعمال کي خورا ماهر دی . د پخوانيو آس ځغلوونکو په څېر تر ليري واټن پوري ، آس په چهار نعل ځغلوي . په کرسۍ او ممبر باندي په داسي برياليتوب باندي خطبه وايي ، چي حاضرين پر ژړا راولي . د تينس لوبه کوي ، مارش ترتيبوي . پيانو ږغوي او په خپلو لاسونو يوي کوي . ... !! . بالذات د لمانځه لپاره امامت کوي . کله کله له علماوو څخه پوښتي چي : “ ايا زما څخه به سېوا ، بل پاچاوي چي خپل حق يې له علماوو څخه اخستی وي “ ممبر ته د ملي لونګۍ او بربنډي توري سره پورته کيږي او وايي : اميران بايد په خپله خطبه ولولي تر څو د فرمان ورکولو قوت او قاطعيت پيدا کړي “ په هر راز بدلون او تجدد مين دی ، او په ټټر کښي يې يو سپين او له مسلمانۍ ډک زړه دربيږي . په خپلو خطبو کښي تل حاضرينو ته د يوموټي توب سپارښتنه کوي : “ لومړی سره يو شئ ! پس له دې چي کلي او ښارونه وحدت سره وکړي ، بيا وار لوی اتحاد ته رسيږي اووايي چي په راتلونکي کي به په دې اړه ستاسو سره خبري وکړم” . د اسلام پخوانيو حکمدارانو ته په وار سره دعا کوي ، او په پای کښي په دې تضرع له منبره څخه راکښته کيږي : “ خدايا ! ددې عاجز د الله جل جلالهُ دلاري د مجاهد سره توفيق مل کړه “. پلوی ددې دی چي خطبه د خلکو په ژبه ولوستل شي . کله له ملايانو پوښتي چي : خطبه دچا لپاره ده ؟ که د وګړو لپاره ده ولي دهغوی په ژبه خطبه نه واياست ؟ . امير وايي : د يوه ملت ژوند غير له ازادۍ څخه ممکن نه دی ! له همدې کبله همدا چي دپاچاهۍ په تخت کښېناست . ښکېلاکګر انګرېز ته يې توره په لاس ، دجګړې اعلان ورکړ ، او ملت يې هم دغه ژوند بخښونکې او خوږه ميوه دهمدې باتور مشر له لاسه څکلې ده . همدغه همت او وړتيا غازي امير امان الله خان له خپلو اسلافو څخه ممتاز کړی دی . جدي مشغولتياوي خوښوي له مناقشې او مناظرې څخه منندوی کيږي . د نارينتوب خوی لري . د پاچاهۍ په ماڼۍ کښي تل نه کښيني . په خلاص او پراخ ماهول کي ګرځي او کار کوي . په يوازي توګه د خپل موټر سره بهر ، په چکر وزي . محمود خان طرزي د بهرنيو چارو پخوانی وزير چي ډير وخت يې په ترکيه کي تير کړی ، او اوس په پاريس کي د ( خپلواک ) افغانستان سفير دی . د امير خوسر دی . که څه هم د امير په نيکونو کي د څو ښځو نکاح کول رواج ؤ . ليکن ده په يوه ښځه کفايت کړی دی . د کور عصمت اوسعادت يې له لاسه نه دی ورکړی . د کنيزو او غلامانو ساتل يې منع کړي دي .زړه يې د ملت د زړه سره يو دی . د کابل او مزار شريف د ټيلفون په تړلو وايي : ( ما دا ارتباط ځکه جوړ کړ چي ملت مي خپل درد اوستونزي مخامخ ماته ووايي “ کله هم د څېرې په بدلولو بازار ته وزي ، د خلکو سره اوږه په اوږه ټکري خوري او په زحمت ځان د ډوډۍ پخوونکي او قصاب هټۍ ته رسوي ، يوه ټوټه ډوډۍ او څه غوښه اخلي او شاهي کور ته راستنيږي .او په دې توګه په خپل پاک نفس ددغو څېزونو له بيي څخه ځان خبروي . د قبيلو او قومونو مشرانو ته کورونو ته ، ( چي ګيله کوي ، امير تل په کابل کي پاته کيږي او هيڅ زموږ احوال نه اخلي ) ، بېله مخکنۍ خبرتيا ورځي ، او دهغوی سره د امير غيبت کوي ، او د وی ته وايي : راځۍ چي يو ځای ارګ ته د شکايت په رسم ورشو . دده هدف هم هغه قهريدلي کوهستانيان دي ، هغوی له ځان سره را اخلي اوشاهي کور ته ورسره راځي . کوم وخت چي دغه قومي مشران ارګ ته په رارسيدو د پوځي ساتونکو او د پاچا د ياورانو د ډير درناوي سره مخامخ کيږي ، حيران پاتي کيږي ؟!. او بيا يې په مسئله سرونه خلاصيږي ، او بيا په همهغه ورځ دوی د امير مېلمانه کيږي .؟!. د پسرلي په موسم کي کله چي واوري والوزي ، امير د بزګرۍ کالي اغوندي ، د زرهاوو افغانانو ومخته ، په مځکه باندي يوې کوي . او په دعا کښي د لوی خدای جل جلاله څخه د فيض او برکت غوښتنه کوي . اوپه دې ترتيب سره غرني افغانان چي په لوړو اورغو کښي ، په شپون توب اخته دي ، تشويقوي چي له جګو څخه راکښته شي اوپه کرنه بوخت شي . امير له خولۍ څخه نيولې تر بوټو پوري کالي دوطن له ساخت څخه ځانته جوړوي . کورنيو شيانو ته په تعصب سره رواج ورکوي . په کابل کي د نورو هيوادونو استازي اوسفيران ، که وطني اورلګيت ونه کاروي په استاذانه کترو تنقيديوي . ترکان د اسلام تير ګڼي . او حقيقت خوښوي . د افغانانو د زړه ورتيا او نارينتوب پر خوی باندي مين دی . نه يوازي ددوی په خاندان کښي بلکي په کابل کښي داسي بل څوک نشته چي دغازي غوندي ترکي ژبه يې زده وي . سره له دې چي د افغانانوملي رنګ تور اوسپين دی . امير سور رنګ ډير خوښوي . د پاچاهۍ بيرغ يې هم چي د ارګ پر ماڼۍ باندي رپيږي . سور رنګ لري . سره له دې جدي او ميړنی کرکټر لري . لطيف مزاج دی . زما په ياد دي ، په پغمان کښي د خپلواکۍ په جشن کي ، خپل يو تصوير ته چي دده د جثې په اندازه په غوړ رنګ رسامي شوی او دنندارې لپاره درول شوی و ، پام واوښت ويې خندل اوسلامي يې ورته ووهله . بله ورځ يې د يوه څو کسانو سره يادګار ي انځور اخيسته ، هر څوک اخته و اوخپله قيافه يې جوړوله ، محمود بېک طرزي خپل حضور ته عرض وکړ : برېتونه مو سم کړئ ! اعليحضرت په جواب کښي ورته وفرمايل : هو ، دا يو څه دي چي انشاالله په جنګ کښي به اصلاح شي . “ يوه ورځ يې د پوځي خولۍ په مناقشه او مناظره کښي د آس د کمچينې د نوکې په واسطه په خاورينه مځکه يوه کرښه رسم کړه او بله کرښه يې په خپله ګوته تصحيح کړه ، او لازمه يې ونه ګڼله چي خپله ګوته له خاورو څخه پاکه کړي . نوموړی ملنګ نه دی . بلکي يو حکمتداره فليسوف دی . چي له خپلي خاوري عار نه لري ، هغه خپل شرف اوعزت ګڼي او له ګوتي سره يې پورته کوي . امير ارزو لري چي د کابل جنوب لويديځ خواته چي تقريبآ ١٣ کيلومتره له ارګ څخه واټن لري .يو نوی ښار چي په ټولو روغتيايي او مدني اړتياوو مجهز وي، د ( بلده امانيه ) په نوم اباد کړي ، او د لومړي ځل دپاره کاغذي پيسې چاپ ته ورکوي . اعليحضرت په ټولو خبرو اترو کښي چي د راتلونکي کال بوديجه په کښي تصويب کيږي ، بالذات رياست کوي . او په اوسني عصر کښي لومړی ځل دی چي هغه د بوديجې په سم تنظيم بريالی شوی دی . افغانان چي اوږده موده د خپل ژوند يې ، په خواريو او د روزګار په محروميتونو کښي تيره کړې ، انشاالله چي ددې ځوان پاچا په مرشدانه لارښوونه به په نژدې راتلونکې کښي ، دنړۍ دنورو بسياوو ملکونو په کتار کښي ، خپل مناسب ځای ونيسي . زموږ افغان وروڼه او خويندي دداسي يو متجدده ، ترقي پالونکي او د عاليه شخصيت درلودونکي ټولواک په مشرتوب ، حقيقتآ مسعود اونېکبخته دي . د ژباړونکي تبصره : شايد کوم ښاغلي لوستونکي ته داسي تحليل په ذهن کښي ورتېر شي ، چي دا ليکنه خو يو اړخيزه بڼه لري ! . هو ، اعليحضرت امان الله خان انسان و ، او انسان جايز الخطا دی ! . سره له خپلو نېمګړتياوو د لوی خالق داسي خوښه وه چي د افغانستان دازادۍ د ګټلو لپاره دي د مشرتوب لوړ مقام اووياړ ، د غازي امان الله خان په برخه وي . ايا ده د استقلال لپاره ځان اوکورنۍ قرباني او برباد نه کړل .؟ دی زموږ د هيواد د غازيانو او شهيدانو ( جوهر ) دی . دهغه نيت د ملت په حق کښي ناپاک نه و ، له ده سره هغو کسانو خيانت وکړ ، چي غازي ته واقيعآ د باور وړ کسان وو .... ؟ ! ګرانه لوستونکيه ! په يوه لنډه خبره کښي ، که خپلواک پاچا اعليحضرت امان الله خان د ژوند تر پايه د افغانستان ټولواک ، او غورځنګ يې تر اوسه پوري د هيواد ، سياسي واکمن پاتي شوی وای ، نو زه او ته به نن داسي در په در ، بېوطنه ، محتاج اولالهانده په نړۍ کښي نه ګرځيدلای ! په درنښت : اياز نوري ( خوست وال )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یمن: مسافر وړونکي الوتکه را وغورځیده", "output": "میرویس جلالزی د یمن د هوايي کرښي یوه الوتکه چې له فرانسې څخه د یمن پر لور روانه وه د افریقا په ختیځه سیمه د کامورو په ټاپو کې را � �ویدلي ده.به دغه ایربس ۳۱۰ ډوله الوتکه کې۱۵۰ تنه سپاره ول چې د ناڅرګندو دلایلو له امله په یوه غرنۍ سیمه کې را وغورځيده.د یمن سرکاري ټلویزیوني چینل شبیه دمخه خبرورکړ چې د یمن په دولتي کرښې پوري تړلي د دغې الوتکې ټول مسافر او کارکونکي په دغه هوايي صانحه کې مړه شوي دي.په دغه الوتکه کې ډیری یمني وګړي سپاره ول چې له پرواز څخه نیمه ګړۍ وروسته له پیښې سره مخ شوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سپين بولدک ستر لاريون پيل شوى .", "output": "د قندهار د سپين بولدک په سلګونونو تنو اوسيدونکو دخپلو شهيدانو د قاتلينو دنيولو په موخه چې تور بيرغونه يې له ځانو سره لرل نن د دغه ولسوالۍ په بازار کې په يو ستر لايون لاس پورې کړ. لاريون کونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او وايي چې موږ قاتلين غواړو .دوى وايي ( پاکستان زموږ د شهيدانو قاتل دى ) . لاريونکونکي له دولت څخه د ټينګ امنيت غوښتونکي شول او مړه دې وي القاعده ، طالبان او پاکستان نارې وهلې او د دا ډول بريدونو په وړاندې يې خپله کرکه وښودله . دغه لاريون ته دقندهار والي او د قندهار د علماوو شورا مشر هم ورغلي دي .په هغه چاودنه کې چې ددوشنبې په مازديګر د سپين بولدک د غيږ نيونې په ميله ځاى کې رامينځ ته شوه له ٤٠ زياتو کسان په کې مړه او ټپيان شول .د طالبانو يو وياند قاري يوسف پژواک خبري اژانس ته ويلى چې طالبان په دغه بريد کې لاس نه لري او دا يې د اسلام يو ضد عمل بللۍ .د کندهار والي خالد پاکستان په دې تورن کړۍ چې په دا ډول بريدونو کې لاس لري .کندهار والې لاريون کونکو ته د خبرو کولو په ترځ کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره غمزاري وښودله . دغه لاريون د پاکستان تر پولې ورسيد ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بي پیلوټه الوتکي بیا پر پاکستان برید وکړ", "output": "میرویس جلالزی رپوتونه کاږي چې د تیر په څیر یو ځل بیا د امریکا بې پیلوټه الوتکې نن سهار وختي د میرانشاه دته خیلو ولسوالۍ پهّ ګودي و الا سیمې کې په یوه کور دوه توغندي وويشتل چې له امله ئې یو ګاډی تباه شوی او پکې سواره دوه طالبان هم ووژل شول په دې باب نور جزیات نه دي ترلاسه شوي. دا په داسې حال کې دي چې په تیرو دوو ورځو کې د امریکائي پوځ لوړ پوړي قوماندانان هم د پآکستان له لوړ پوړو پوځي او سیاسی مشرانو سره د لیدو کاتو لپاره اسلام اباد ته تللي او ورسره ئې پټې خبرې اترې هم کړي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بمي چاودنې يو ديني عالم دوه تنه نورووژل", "output": "دخوست ولايت ديعقوبيواوصبريوولسوالۍ امنيه قوماندان ميرعلي جان وويل چې دغه پېښه تېره شپه دنهوبجوپه شاوخاوكې ددې ولايت ديعقوبيواوصبريوولسوالۍ اړونددبوتخانې كلي دديني عالم دباك مدرسې ديني مدارس نورنوازخان په كوركې رامنځته شوې چې په ترځ كې يې پخپله نوموړى عالم اودوه تنه دقران كريم حافظان وژل شوي . ددۀ دمالوماتوله مخې دوه ډوله خبرونه رارسيدلي ،ځينې خلك وايي چې يادشوى مدارس اوورسره حافظان دماينونوپه جوړولولګياووچې چاودنه رامنځته شوه خوځينې بياوايي چې كورته لاسي بمونه ورغورځول شوي دي . دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ سرپرست اودامنيت امرسمونوال محمدزمان دپېښې پخلى وكړاوويې ويل چې تراوسه دپېښې بشپړسپيناوى ندى شوى خوپه اړه يې پلټنې روانې دي اوکره معلومات به يې وروسته په ډاګه شي . ديعقوبيو ولسوالۍ د خوست ښار شمال لويديځ ته ، نېږدې په ۳۶ کيلومټره واټن کې پرته ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي ټلواله د افغانستان له سیاسي ډګر څخه په تیښته ده؟", "output": "ملي ټلواله د افغانستان له سیاسي ډګر څخه په تیښته ده؟ میرویس جلالزی په افغانستان کې، د حامد کرزي د تر تولو ځواکمن مخالف سیاسي اتحاد(ملي ټلواله)پاشل کیدل خپل وروستي پړاو ته رسیدلي دي.په تی� �ه یوه میاشت کې د جبهې دوه عمده او له نفوظ څخه ډکي سیاسي څيرې هر یو مارشال محمدقسیم فهیم او بدنامه جنګ سالار عبدالرشیددوستم د دغې څپ څپاندې جبهې له پیکرڅخه جلا شول او رات� �ونکو ټاکنو په اړه یې خپل دریځونه د جبهې له واحد دریځ څخه بیل بیل اعلام کړل.هغوي راتلونکو ټاکنو ته ځانګړي کړنلاري لري او ورسره ځانګړي اهداف. ((مارشال فهیم له کرزي سره اړخ لګوي؟)) م ارشال فهیم د اپریل میاشتې په شپاړسمه نیټه نیغ په نیغه وروسته له هغه له جبهې سره خپلي ح زبي اړیکي پرې کړې چې دغې جبهې د شمالي ایتلاف د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود نژدی ملګری او د کرزي د حکومت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټرعبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل نوماند په توګه وټاکل.په اصل کې د فهیم دغه دریځ د ټلوالي له بنیادي اصولو او ژمنو سره په ټکر کې واقع � �و.مارشال فهیم وویل چې د ډاکټر عبدالله عبدالله له کاندیداتورۍ سره نه دی، نه احم دضیامسعود او نه هم جنرال دوستم موافق دي.د مجاهدینو د لومړیو کرښو دغه قوماندان په دغو نیغو خبرو سربیره له خپل زاړه یار (حامدکرزي) سره د هغه په ټاکنیزو کمپاینونو کې د مرستې ټټر ته هم سوکان ورکړل.مارشال فهیم اوس په دې باور دی او دا وایې چې جبهې باید په یو بل کاندید فکر کړی وای داسي کاندید له که حامدکرزی چې د افغانانو پراخ ملاتړ ورسره دی. ((محمد محقق ، دوستم له ټلوالي څخهجلا کړ)) د جبهې د ټوکټوکیدا بل لامل د دغې ټلوالې د ازبکانو او شعیه هزاره ګانو مشرانو نوی ایتلاف دی.د جنرال دوستم په پخوانۍ مشري او د نورالله سادات په اوسنۍ مشري د جنبش ملي اسلامي ګوند او د محمد محقق په مشرۍ حزب وحدت اسلامي افغانستان هم راتلونکو ټاکنو کې د خپل نوم آند د بریالي توب لپاره ایتلاف جوړ کړ او دغه دوه تنظیمونه نور نو د ټلوالي سره یوه موخه نه لري بلکې لارې یې بیلي، موخي یې بیلي او هڅي یې بیلي دي.د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ محمد م حقق او دوستم به د ولسمشرۍ د ماڼۍ ارگ له اوسني واکدار یعني حامد کرزي څخه په راتلونکو ټاکنو کې ملاتړ وکړي. محمد محقق د مجاهدینو د بریالي توب د اولسم کال د تجلیل له مراسمو څو ورځي دمخه په خپله یوه غونډه کې د کرزي د لوډسپیکرپه توګه رول ولوباوه او په خپلو خبرو کې یې څو څو ځله د حامد ک� �زي ملاتړ وکړ.زما په اند له ملي ټلوالي څخه د مارشال فهیم، محمد محقق او جنرال دوستم وتل به چې یو یې په تاجک بلاک، بل یې په ازبک بلاک او دریم یې هم په هزار بلاک پوري تړلي دي، وکولای شي چې د جبهې په دننه کې د هرې ورځي په تیریدو د زهرو د غړپ په څير د ناروغۍ او مرګ فضا حاکمه کړي.ښایې دغه م ثلث ایتلاف د جبهې د ړنګیدو وروستۍ او بریالۍ هڅه وي. ((د مصطفی کاظمي مړینه او پر ټلوالې یې اغیزه)) د ولسې جرګې مړ شوی غړی سیدمصطفی کاظمي یو له هغو کسانو څخه وو چې د ملي ټلوالي د بنسټ په ایښودلو او دغه بنیاد ته یې د مرستو په را جلبولو کې پوره ونډه لرله.له دې څخه سترګي نه شو پتولای چې کاظمي د ایران له دولت سره نژدې اړیکي لرلي اود ایران دولت هم د ملي ټلوالي په جوړولو کې مهم رول درولود.کله چې کاظمي نه وو وژل شوی نو د ولومړي ځل لپاره یې د ۲۰۰۷کال د مارچې میاشتې په ۱۳مه نیټه د جبهې تر جوړیدو وروسته له خبریالانو سره وکتل او د جبهې د جوړښت او موخو په اړه یې ورته معلومات ورکړل.جبه داسي نه وه چې یوازي د ایران ملاتړ یې له ځان سره درلود.په دغه جبه کې پخواني کمونیستان، مجاهدین، د � �اهي خاندان کسان، تیکنوکراتان او یو شمیر د اوسني حکومت عالي رتبه چارواکي هم غړي ول.د بیلا بی� �و فرقو دغه یاد شوي کسان په یوه ډول نه په یو ډول یا له غربي ا یا هم له یو شمیر شرقي هیوادونو سره اړیکي ل� �ي او د هغوي له خوا اوس هم ملاتړ کیږي.داسي رپوټونه شته کله چې مصطفی کاظمي په یوه ترهګریز برید کې د بغلان په ولایت کې ووژل شو له هغه وروسته د جبهې په مشرتابه کړۍ کې لانجې را پورته شوي ، ټلواله له مالي اړخ څخه هم له ستونزو سره مخ شوه او ایراني چارواکو دا پیش بیني کړي وه چې که چیرته کاظم ي نه وي نو دغه ستونزي متصوري دي چې همداسي هم وشول.د کاظمي تر مړینې وروسته جبهې خپل لومړی دریځ له لاسه ورکړ او یو ډول انرشي پکې حکم فرما شوه.یو پر بل د ملې ټلوالي د غړو باور کم شو او یو بل ته سره غله شول. د ملي ټلوالي کورنۍ کړکیچ((د ټلوالي د پاشل کیدو خوځښت)) د جبهې دوهم کورنۍ کړکیچ له دغې ټلوالي څخه د شاهي کورنۍ د مقتدر غړي مصطفی ظاهر تدریجي لري والی دی.کله چې په ۲۰� �۸ کال کې ظاهرشاه ومړ نو مصطفی ظاهر د شاهي کورنۍ د مشر وارث په توګه پاتي شو په داسي حال کې چې نوموړي هم د ټلوالي غړي توب درلود.نوموړي د ظاهر شاه له مړیني وروسته له ټلوالي څ خه په نیغه توګه نه خو په یوه نه په یوه بهانه ځان جلا کړ.د ۲۰۰۹ کال یعني روان کال په سر کې له ملي جبهې څخه د شاهي کورنۍ د تیکنوکراتانو جلا والی هم د لمر په شان روښانه شو. د ملي جبهې د پاشل کیدو دریم پړاو د شاهي کورنۍ له غړو وروسته له جبهې څخه د یو شمیر کمونیست پلوه څيرو بیلوالی وو.د بینوا ویب سایت محترمو لوستونکو حزب دیموکراتیک خلق افغانستان غړي هم د ملي ټلوالي په جوړښت کې شامل ول.حبیب منګل هغه کس وو چې د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان غړي توب یې در� �ود او د جبهې له جوړیدو سره له دغې جبهې سره یو ځای شوی وو خو اوس نوموړی ولسمشریزو ټاکنو ته نوم آند دی.د حبیب منګل له دغه کړني داسي ښکاري چې یو شمیر پخواني کمونستان چې د جبهې په ت� �کیب کې ول اوس سوکه سوکه له دغې ټلوالي واټن نیسي او ترینه په وتلو دي. خو اوس دا روښانه خبره ده چې د ملي ټلوالي له مینځه تګ خپلو وروستیو پړاونو ته رسیدلی دی.ډ ټلوالي خپل منځي شخړي، د نظرونو توپیر او د موخو بیلوالی هغه څه دي چې د جبهې د اصولو سره په ټکر کې واقع شوي او د هرې ورځي په تیریدو د جبهې غړي یو له بل څخه واټن نیسي.ملي جبهه د حامدکرزي د حکومت پر وړاندي د مخالفو سیاسي ډلو و� �وستی هغه ګډ خوځښت وو چې په ۲۰۰۷ کال کې پیل شو خو د دوو کلونو په تیریدو یعني د ۲۰۰۹ کال په � �اتګ سره اوس د له مینځه تګ واټن وهي. لیکوال میرویس جلالزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان به څنگه ودان شي ؟", "output": "عبدالحق عمري abdul_haq91@yahoo.com دافغانستان اوسني حالت ته که مونږ ځير شو ،دا به م ونږ ته ثابته شي، چې په تېر وختونو کې هم بهرنیانو زمونږ په گران وطن افغانستان باندې یرغل کړی وه ،خو اوسنيوبهرنیانو کې څه فرق شته ،فرق يې دادی، چې اوسني بهرنیان دشمالي اتلانتیک تړون ناټوسازمان تر سيوري لاندې هغه ټول ملکونه په کې شامل دي افغانستان ته راغلي دي . دغو بهرنیانو افغانستان په خپل منځ کې ويشلې دی ،په هر ولایت کې خپله مفکوره او د خپل حکومت تگلاره عملي کوي ،ټوله نړۍ شاهده ده، چې بهرنیان دافغانستان په ابادولو کې زیات کوښښ کوي، خو بیا پوښتنه دا راولاړیږي، چې ولې اوس هم افغان ولس ناراضه دى د دغه علت د بهرنیانو هغه ناوړه کارونه دي ، چې هېڅ افغان يې نشي هېرولی د خلکو په کورنوباندې بمبارد کول ،ښځې او ماشومان په سپیو خوړل ،ژورنالستان نيول او کورونه يې تلاشي کول دا هغه ظلمونه دي ، چې افغانان يې نشي زغملې دغو ظلمونو نتيجه ده، چې اوس افغانستان دبې امنتۍ په لور روان دى گرانو افغانانو! د افغانستان اوسنى حکومت ډېر بې کفیته او بې پروا دي زمونږ جمهوررييس هم د خپل شخصي هدفونه په نظر کې نيسي اود خپل قدرت او چوکۍ لپاره خلکو ته وزارتونه ورکوي ،د شمالي ټلوالې وتلى جنگسلار فیهم يې هم خپله کابینه کې شامل کړ دکرزی له حکومت نه د خلکو دومره نفرت پيداشو، چې د خپل مشکل لپاره هم حکومت ته نشي ورتلی. حکومتي چارواکي د خپل شخصي جېب ډکولو � �پار کار کوي . د خوست والي حميدالله قلندرزوی د خپلو شخصي گټو لپاره خپل ورور د خوست دگمرک � �ييس مقرر کړی دی دا، خو لاپرېږده، چې يو کس يې د خوست راډیو تلویزيون يې جوړ کړې وه ډېر کوښښ او زیار سره د تلویزيون خپرونې 12 ساعته کړې اواعلی تعلیم يې په جرمني کې کړى دی د هغه پر ځای يې د ورکشاپ يو مستري د خوست راډیو تلویزيون رييس مقرر کړې دی. اوس د تلویزون خپرونی 6 ساعته شوي اوټوله ورځ په کې سندرې نشروي اوس په تلویزيون له نيمونه زياتو کارکوونکو استعفاوى ورکړي .رييس صاحب ټوله ورځ خوبونه کوي ،شايد په څو ورځو کې د تلویزون خپرونې بندې شي کله، چې په خوست کې ځانمرگي بریدونه شوي دي د خوست والي هغه نه وروسته ولایت مقام ته هم نه دی راغلى د خپل کور نه يې دولایت دفتر جوړ کړې دی ،هر شپه په خپل کور کې موسیقی پروگرامونه کوي . د یو مثا ل وه ، چې تاسو ته مې وړاندې کړ. گرانو لوستونکيو تاسو خپله قضاوت وکړئ داسې حکومت به څنگه د خلکو خدمت وکړي افغانستان ولس به څنگه د حکومت سره يو ځای شي او راروانو انتخاباتوکې به څنگه برخه واخلي. کرزی دی نه ژاړي کار دې اهل کار ته وسپاري له ژاړه نه څه لاسته نه راځي له وزیرانو او والیانو نه دې د پوهی پوښتنه وکړي داسې وزیرانو او وا� �یانو ته دې وظيفې نه ورکوي، چې ولس ترې ناراضه شي اوس، خو ولس د حکومت نه ناراضه دی . بله دا، چې بهرنیان ، چې ځان د ولسواکۍ خاوندان بولي هغوی ولې دومره ظلم کوي .افغانستان يې پخپلو منځونو کې تقسیم کړې خپلسري عملیات کوي ،خلک پخپلو کوټوکې شهيدانوي بیا، چې لیکوال او ژورنالست د حق خبره وکړي وژني يې کورنی يې ورته بې ابرو کوي داسې حکومت هېڅ کله هم دخلکو په زړونو کې ځای نه شي نيولى داسې حکومت به افغانستان هېڅ کله ودان نه کړى شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر: حامد کرزی د افغانستان ولسمشر شو", "output": "میرویس جلالزی د انتخاباتو کمیسیون ریس نن مازدیګر په یوه خبري غونډه کې اعلام وکړ چې حامد کرزی د افغانستان د ا نتخاباتو ګټونکی دی او د پینځو نورو کلونو لپاره به د دغه هیواد مشري پر غاړه ولري. د حامد کرزي د بریالي توب خبر په داسي حال کې خپور شو چې تیره ورځ د هغه نږدې رقیب ډاکټرعبدالله عبدالله په انتخاباتو کې خپل نه ګډون اعلام کړ. ټاکل شوي چې د دغه خبر تر خپریدو ۴۵ دقیقې وروسته به حامد کرزی یوې خبري غونډې ته هم را څرګند شي او ملت ته به د خپل بیا ځلي انتخاب لومړی وینا واوروي. حامد کرزي ته نږدې یوې سرچینې د بینوا ویب پاڼی ته وویل چې ښاغلی مون به هم د حامد کرزي د بریالي توب خبر تاید کړي او له هغه څخه به خپل ملاتړ څرګند کړي. ویل کیږي چې صبا ورځ به د نړۍ یو شمیر نور مشران هم راتلونکو پینځو کلونو ته د حامد کرزي له ولسمشرۍ څخه خپل ملاتړ څرګند کړي. اوس نو د افغانستان دوهم ځلي انتخابات نه تر سره کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دشمال په ولايتونوکې بنديان او بنديخانې ډېر خراب حالت لري", "output": "٣٠ د وری ١٣٨٤ د افغانستان د عدليې وزارت يو چارواکی ويلي چې د افغانستان د شمال په پنځو ولايتونو کې بنديخانې او بنديان ډېر خراب حالت لري او په د تورنو کسانو په غياب کې د حکمونو د صادرولو له کبله په ځينو قاضيانو نيوکي کړي دي. د عدليې وزارت سلاکار عبدالغفار مظفري چې د يو پلاوي سره يې د افغانستان د شمال د پنځو ولايتونو له بنديخانو کتنه کړي، د بنديانو د وضعې د ښه کيدو او د ښځو لپاره د جلا بنديخانو د جوړيدو غوښتنه کړي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په عربستان کې درې فرانسوي وګړي ووژل شول", "output": "درې فرانسوي وګړي تېره ورځ د مدينې په بياباني سيمه کې د يوه وسله وال کس په ډزو کې ووژل او يو بل ټپي شو. د دغه هېواد خبري سرچينو ويلي چې پوليس د يوه ترهګري بريد په توګه له دغې پېښې سره چلند کوي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير فيليپ دوست بلازې په يوه خبري غونډه کې دغه مطلب څرګند کړ. زه غواړم دغه له وېرې ډکه پېښه په کلکه وغندم او تاسو ته ووايم چې موږ له سعودي چارواکو سره هر شونى کار ډېر ژر د هغو کسانو د سزا ورکولو لپاره چې د دغه بريد مسئول دي تر سره کړو. زه غواړم خپل تسليت د قربانيانو دوستانو او کورنيو ته څرګند کړم.د سعودي عربستان يوه وياند ويلي چې د فرانسوي مسافرينو يوه ډله واټ ته څېرمه د استراحت په حال کې و، چې يوه وسله وال د هغوى په موټر ډزې وکړې. د دغې پېښې په ترڅ کې دوه تنه ووژل او دريم کس وروسته له هغې چې روغتون ته ولېږدول شو خپل ژوند له لاسه ورکړ. څلور نور فرانسوي وګړي د همدغه ښار په يوه روغتون کې دي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغاني رسنۍ او دمطبوعاتودازادۍ نړېواله ورځ .....", "output": "دمې میاشتې دریمه د مطبوعاتو د خپلواکۍ له نړیوالي ورځي سره برابره ده.په نړۍ كې د رسنيو دازادې پلويان هر كال دغه ورځ لمانځي .درسنيو دازادۍ مسله چې كله هم ياديږي نو موخه يي دبيان ازادي وي چې له ډېرو كړاوونو او مبارزو وروسته پرمختللې نړۍ ورڅ خه برخمنه شوې ده .كه خبره يوازې دلمانځلو وي نو زمونږ په ټولنه كې ډېرى داسې مناسبتونه شته چې دحقيقت له خونده يي نه يوو خبر خو دكليزې له مخې يي په وياړ رخصتيانې كوو او لمانځو يي . په مورنۍ ژبه دزده كړو نړېواله ورځ � �مانځو خو تر اوسه مو دهېواد بچيان په ډېرو سيمو كې ددغې نعمت له خونده نه دي خبر ، همداراز دمور ورځ يا دمېرمنو ورځ لمانځو خو په هېواد كې تر اوسه مېندې او مېرمنې له خپلو ډېرو حقه حقونو څخه بې بې برخې دي آن داچې دمور او ماشوم � �وغتيا مو تر اوسه په هېواد كې نه ده خوندي خو ورځ يي په ډېرو شاندارو مراسمو لمانځو ، دخوراك نړېواله ورځ لمانځو خو په نهرو خيټو دسولې ورځ لمانځو خو دبارودو په ګردونو كې او همداراز دښوونكي ورځ لمانځو خو په تړليوښوونځيو كې او داسې نورې ډېرې ورځې چې دټولوليكل ددغې مقالې سكالو نه ده . درسنيو دازادۍ ورځ هم دهمدې لړۍ يوه ځانګړې كړۍ ده چې لمانځو يي ،په همدې اړه بايد په دغه ليكنه كې خپلې خبرې راونغاړو ځكه د رسنيو دازادۍ مسله دنورو هېوادونو په نسبت افغانستان كې يو څه پيچلې ده يانې كه په روان حالت درسنيو بهير ازاد وارزوو نو بيا به سبا � �اباندې څوك دا باور هم ونه كړي چې ګنې مونږ رښتيا هم ازاد يوو .ځكه چې له يوې مخې زمونږ درسنيو دتمويل لاره او لو� �ى افغاني نه دى ، په يوه نه يوه بڼه درسنيو مټ ته دپرديو سيروم راچلان دى او طبعا چې په دغو سيرومونو كې دنورو په اصطلاح (دخيرات وركونكو) دارادو تمثيل نغښتى دي او تركاسې لاندې يي نيم كاسه زمونږ هېواد ه را� �وانه كړې ده چې دا كار اصلا درسنيو څخه په افغانستان كې دازادۍ روستاړى لرې كوي . دولت رسنيو ته دخپرونو ازادي وركړې خو دا ازادي يوازې دجواز وركولو پورې محدوده ده او نور نو په محتوا پسې نه ګرځي چې ايا دبيان ازادي روانه ده او كه د ښكنځلو او سپكاويو لړۍ ؟ بل لورته درسنيو مشريزې رسنيز يا مطبوعاتي بګ� �اونډ يا شاليد نه لري او دسياسي او اقتصادي يا تجارتي فلسفواو ملحوظاتو له مخې يي دغې بزنس ته مخه ګرځولې ده دغې كار دارزښتونوسره دلوبو لړۍ روانه ساتلې ده اوهرڅوك چې رسنيو ته په ځانګړي ډول راديو او تلويزون ته پيسې وركوي نو غوښتنې يي خپريږي ، دا مطرح نه ده چې په دغو خپرونو سره اصيل افغاني فرهنګ او كولتور پياوړى كيږي او كه پيكه كيږي خو دامطرح ده چې څوك څومره پيسې وركوي يونيم خو كله كله دومره سپين سترګي هم كوي چې دافغاني ف� �هنګ او كولتور سره په ټكر كې سپاټونه خپروي نو په پاى كې يي ليكي چې (دا اعلان يوازې دپيسو په بدل كې خپور شو ). له يوې مخې رسنۍ او په ځانګړې توګه تصويري رسنۍ ورځ په ورځ نړۍ او دهېوادولايتونو ته خپلې څپې غځوي چې په � �رې پرتو سيمو ( چې تر اوسه پكې د ترانسپورت مډرنه وسيله خر ګڼل كيږي او سيمې يي سړكونه او لارې نه لري او خلك يي � �ن په سرتور سر لمونځ ناروا بولي ) ددغو رسنيو خپرونې وينې چې په ړنګ افغانستان كې چې د رواني او عقلي ناروغانو ب� �سيره يي خواو شا درېمه برخه نفوس معيوب او ګداي كونكي دي ، دلويديزې نړۍ يا هندي خيالي پرمختګونو نندارې كوي او دا كار يي له مذهبي پلوه دومره پاروي چې آن په دولت كې ورته هيڅوك هم مسلمان نه ښكاري او ورځ په ورځ ددغو رسنيو دپردې پالو خپرونو نندارې ددولت دوسله والو مخالفينو ليكي پياوړې كوې . كه څه هم دا كار رسنۍ دخلكو دشعور دپراختيا او مدني كولو په موخه كوي خو اغېز يي په سيمه كې دادى چې دسولې راوستو ته يي لاره لاپسې اوږده كړې ده . دازادۍ په نامه درسنيو ګراف ورځ په ورځ لوړيږي خو ددغې ازادۍ په محصول كې تر اوسه همدومره محسوسه شوې چې دقومونو او يا هم دخلكو او دولت تر منځ يي بې باورۍ زياتې كړي دي ددې پرځاي چې ولسونه سره نږدې كړي په يوه او بل نامه يي جګړو ته هڅولي دي او داچې يوازې بزنس مطرح دي نو دولس دبرخليك په اړه دهماغه چا نظرونه خپروي چې دېرش كاله يي دافانستان د ماتولو او ړنګولو په موخه افغان ولس ته دسر په كاسه كې اوبه وركړې . اما دخلكو نظرونه او دولس هېلې او ارزوګانې پكې دنشت برابر ونډه لري چې دې كار په څرګنده دحقيقت دخدمت او دپردې تر شا دخلكو ترمنځ د كركو او نفرتونو دپارولو دنده پرمخ بېولې ده . په داسې حالاتو كې چې افغانستان كې رسنيو د كدو دبوټي په څېر وده وكړه او دغه وده په اصطلاح دسرطان يا كينسر بڼه غوره كړې چې بې مودې او بې ډوله وده ورته ويلاي � �و ددغسې ودې پايلې داوې چې يا خو پهمړينه تماميږي او ياخو دكدو په څېر دموسم په لمنځه تګ سره كدو هم وچيږي يانې كه لويديزوال مو له هېواده ووځې ايا په دومره ګڼو نابالغه او نو بالغه رسنيو كې به څومره رسنۍ په خپل حال پاتې شي ؟ كه دغې پوښتنې د لازم ځواب هڅه وشي نو دا بۀ زبات شي چې ښايي دغه رسنۍ ځېرلې غورچاڼ ته ولويږي او يوه يا دوه يي پاتې شي او نورې يي ختمې شي . درسنيو په اړه دغه اندېښنه هاغه مهال ښه ترا مالومېداى شي چې د ارزونې يوه مستحكمه اداره جوړه شي او رسنيو ته لومړى دبيان ازادي تعريف او ورسته يي ورته دتنقيد په كولو سره دسمون خواته راكش كړي، اما له بده مرغه په هېواد كې تر اوسه داسې يوه ملي ارزونكې اداره نشته او دغې نشت درسنيو له تعدد او تشتت څخه د پاكستان نشنل اچار جوړ كړى چې ډول ډول خوراكي توكي پكې شته خو خوند يي يو ډول دى . داچې په افغانستان كې درسنيو او دبيان دازادۍ لمانځنه څومره پرځاي ده دلوستونكو قضاوت ته يي پرېږدو خو دومره وايوو چې دنورو ازاديو په څېر دبيان ازادي هم بايد پخپله تر لاسه كړو نه ، داچې دپرمختللي نړۍ نازولي به راته دا چل هم راښايي ځكه كه دغې كار له پاره هم نورو ته لاس ترزنې كېنو نو بويه چې دهېواد په اسمان به مو د ازادۍ ستو� �ي تر عمره ونه ځليږي او ولسونه به مو خپله اراده ونه لري او دتېر دېرش كلن ناورين په دوام به دپرديو ډول ته ګ� �يږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملا برادر اخند: بوش او براون له ویرې په ناڅاپي سفر افغانستان ته راځي", "output": "د طالبانو ډلي افغانستان ته د امریکې د ولسمشر بوش او بریټانوي گوردن بروان د سفرونو او په پاریس کې له افغانستان سره د بسپنی د نړيوال کنفرانس به اړه څرگندوني کړي دي . د تنظیم مرستیال ملا برادر اخند له قوله خپور شوی بیان چې نن سبه شنبه د ډلي د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوری لوستل کیده راغلي چی بوش او براون په افغانستاان کې د خپلو سرتیرو د مات شوي مورال د لوړولو به موخه هڅه کوي هغوي او خپلو ولسونو ته په خپل راتگ مورال ورکړي په داسی حال کی چې د برادر اخند پر وینا له ماتی سره مخامخ دي . ملا برادر اخند ویلي چې بوش او براون غواړي د حقایقو خلاف د افغانستان حالات په خپله گټه تبلیغ کړي . په بیان کی راغلی چې دا مشران په دی ورستیو کې مطبوعات به خپله گټه کاروي خو د مجاهدینو د بر لاسۍ نښه دا ده چی بوش او براوان له ډیري وا� �خطایۍ او بیري څخه د خپلو سفرونو وخت هم نه شی اعلامولای او اکثرا به ناڅابی او بیا په توره شپه کې د څو ساعتونو لپاره افغانستان ته راځي . طالب وسله والو له کابل سره د هغوی پر وینا د تشو کنفرانسونو د جوړولو پر ځای نرړوال دی ته وهڅول چی له افغانستان څخه خپل ځواکونو وباسی . څه موده وړندی له افغانستان سره د نړيوالو م� �ستندویانو یوه غونډه په پاریس کی جوړه شوی وه . گډون والو یو ځل بیا له افغانستان سره په خپلو مرستو ټينگار وکړ خو په غوڅه توگه یې له کابل سره د نویو مرستو څه و نه کړل . خو ملا برادر اخند د پاریس کنفرانس یوه بی گټي غونډه وبلله چی له افغانستان سره پکی هڅ ښکاره مرستی نه دی شوي . ملا برادر اخند په خبل دی بیان کې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو ډیریدل یوه بی مفهومه کار بللی او هغوی یی هڅولی چې د خپلو پوځیانو دنابودۍ دمخه هغوي له دې خاوری وباسی .د طالبانو د مرستیال مشر دغه څرگندونی په داسی حال کې ذبیح الله مجاهد د کاغذ له مخي په ټ� �یفون بینواویب باڼي ته لوستي چې په دې ورستیو کی افغانستان ته د نړیوالو مرستندویانو مشرانو سفرونه د بل هر وخت په پرتله زیات شوي او اوس امریکا اود ناتومتحدین هڅه کوی چې د اخ او ډب د سرکوب لپاره افغانستان ته په ز� �گونو تازه دمي سرتیری واستوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ستا غمونه مې کالهء لره د زړه ځېکه مورچل لره روان دی پښتانه ځې څه بې رحمه مراور ي � �ضا نه شوېپُښتانې اوښکې مې خپو ته درپریوزي تهء چې نه وې ګله دسې زما حال وېبي همسه � �که د غرهء په سر ړانده ځې ډیره کغې مور لرم په ما به پوۍ شیژاړوه مې ما له سترګو مې رانجه ځې سپک په سپکو لاروسپک درومې هندارېپه درانو لارو درانه د� �انه درانه ځې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "برهان الدين رباني اوس دزړه خبره وکړه!", "output": "ليکونکی : حبيب اله غمخور نن ماځيگر د2006 دسپټمبرنهمه نيټه مې کمپيوټر روښانه کړ ،دانترنټ پاڼو لوستل مې له بي بې سي نه پيل کړه، په پښتو پاڼه کې دهغې پاڼي دکا� �کوونکو له برکته دتل پشان هيڅ نه وه، په فارسي ژبه مي د افغانستان په هکله دمعلوماتو په لوستلو پيل وکړ هلته مي پر يوه سرليک مي سترگي و� �گېدي ؛ انتقاد از ((کنار زدن مجاهدين)) . کله چې مي داخبر پرانيست دگلانو په اکليل کې مي داحمدشاه مسعود عکس تر سترگو شو ،پوه شوم چې کومه خبره ده . دا داحمدشاه مسعود دمرگ پنځم کال دياد مراسم وه ، له ځانه سره مي فکر وکړدا کار اوداعنوان څه اړېکي سره لري ،هغه متل دی وايي : (( دهي درکجا ودرخت درکجا ))، .علاقه مي پيدا شوه چي دعکسو تر لېدلو دمخه ،يوځل داليکل شوی مطلب ولولم تر څو دعنوان او دغې ورځې تر منځ يې اړېکې پيدا کړم . مطلب مي ولوست پوه شوم چې دغه پر ولس تپل شوی يوځل بيا هم داحمداشاه مسعود دمرگ دمراسموڅخه دتل پشان استفاده کړې ده . خبر پدغه جملو پيل کيږې : رهبران مجاهدين افغان ضمن انتقاد از جامعه جهانی گفته اند که برای بهبود اوضاع امنيتی در افغانستان، بايد از قدرت مجاهدين استفاده شود. داخبري دامعني لري چې گواکې نړيوالي ټولنې ياددوي په اصطلاح (جامعه جهاني) ددوي لاس نيولۍ چې خپل وطن ته سوله راولي ؟ رښتيا هم لکه افغانا ن چې وايي دوي بيگانه او دبياگانه ولاس پوڅې دي ،که خپل شخصي کورهم جوړوي دعادت له مخې بايد بهرنيان دوي ته يوڅه ورکړی . بي بي سي په خپل خبر کي دومره اغراق او غولو نه کار اخيستۍ چې کله ددوي داخبر انسان لولې په پيل کښې يې فکر کوي چي په پاکستان اوايران کې ټول تربيه شوي دتنظيمو رهبران يادوي ،مگر کله چې دخبر لوستل تعقيب شي هلته يوازي فهيم او رباني ،کرزي او نړيوالوته نصيحت کوي چې ددوي په وينا ((که څوک غواړې په هيواد کې دانظام او امنيت ټينگښت شي اړينه ده چې دمجاهدينو له نيرونه استفاده وکړي)) . زه يي فارسي متن هم دلته راوړم : مارشال فهيم پي� �نهاد کرد که دولت از نيروی مجاهدين برای حفظ نظام و استقرار امنيت پايدار در افغانستان استفاده کند. دبې بي سي په خبر کې راغلي دي : مارشان محمد قسيم فهيم، دستيار نزديک احمد شاه مسعود و مشاور ارشد رييس جمهور افغانستان گفت که ايجاد دو� �ت موقت و دولت انتقالی، برگزاری انتخابات و لويه جرگه ها و سرانجام استقرار دموکراسی در افغانستان از آ� �زوهای آقای مسعود بود و هوادران او پاسبان اين آرزوها هستند. زه اوس نه غواړم پر مړه او دهغه پر کړنو تبصره وکړم ،مگر فکر کوم مارشال فهيم داهيره کړې چې همد اوس هغه نسل ژوندی دی کوم ځي احمدشاه مسعود او رباني پکښي حاکمان وه ،دا دهيځا هيره شوي نه ده چي دمجد دي لا په ارگ کې شپږ مياشتي پوره شوي نه وې ، استاد رباني ورپه يادول چي دپاکستان داسختباراتو په حضور کي دقرارداد له مخې هر يو شپږ ميا� �تي دحکومت کولو حق لري ،خوکله چې رباني ددولت پر گدۍ کښيناست بيانو دامريکايانو تر راتگ پوري دحکومت پرېښو د� �و ته حاضر نشو،که څه هم يوازي دخواجه غار په سيمه کې ځان ورته رئيس جمهور ښکارېده ، دروسي په مرسته دهغه دغه جنجال اودقدرت تر چوکئ لاسونه ايستل يوددي لامل وگرځيد چي پاکستان ته بهانه پلاس ورشي او خپل پلاس جوژړشوی بل ټيم رادمخه کړي . مارشال فهيم به هرومرو خبر وي ځکه داستخباراتو رئيس وچي دهمدغه قدرت پر سر جگړه کې دکابل ښار دخپل موجوديت په تاريخ کي دپردوپلاس جوړړسوو تنظيموپه جگړه کې په کنډواله بدل شو اوتر ۶۰ زره زيات دکابل بيگناه اوسېدونکې له منځه ولاړل؟ دمارشال فهيم سره څنگه ومنل شی چي پورته يادي شوې ارزوگاني دقدرت دخاوندانوپه مغذو کي راگرځېدې ؟ داستاد رباني � �اس چانيولی و چي لويه جرگه راوغواړې ،اويادملي تفاهم پر اساس داسي يوحکومت جوړکړي کوم چې په هغه کښې ټول سياسي ،او قومي ځواکونه خپل ځان وويني ؟ هغه چي خپلي يکه تازی ته دمشروعيت لپاره دعلماو شورا راغوښتل په يقين سره په افغانستان کې دملي پخلايني دحکومت دجوړېدو او دموکراسی دپلي کولو لپاره يي هم هر ډول جرگه راغوښتلاي شول ! خو حقيقت دادی کله چې جرگې داستا� �باني واک او سلطې ته صدمه رسوله فورأ يې په خپله اويادخپلو طرفدارانو په خوله ويل چې جرگه دافغانستان ډيره زړه عنعنه ده ،اوس دجرگوجوړول کوم درد نشی دواکولاي . پدې هکله په سلهاو ليکنو کښې چې داستادرباني د پلويانو لخوا ليکل شوي دي تاسو دامطلب لوستلاي شئ . دمارشال فهيم داخب� �ه دهيچالپاره دمنلو وړ نه ده چې وايي : حرکت افغانستان به سوی دموکراسی بوسيله کسانی تحقق می يابد که همراهان مسعود بوده اند و ادامه دهنده راه او هستنند. دابايد په زرغده وويل شي چې له بده مرغه مارشال صاحب اودهغه پلويان داستاد رباني په گډون ددموک� �اسی سره علاقه نلري ؟ که چيرې دموکراسي وي ،خلک حق لري دښاغلي کرزی اودغه جامعه يي جهاني څخه چې اوس نه پوهيږم ولي دوی ځيني خپه دي پوښتنه وکړې ، دکوم خدمت ، استحقاق اووړتيا له مخي تاسو داعنوانواومقا مونه دغو کسانوته ورکړل کوم چې افغان ولس يي له ليدونه بېزار او دوه ځله يې کابل ښاراوپه هغه کې دارگ په گډون په ټولو دولتي ادارو کې چې څه وه چورکړ ه . تر مار� �ال فهيم وروسته استادرباني خبري کړېدي چي ولي يي تر هغه وروسته کړې داهم سوال دی خو د اوس لپاره داسوال پر خپل ځاي پرېږدو، راځو اصلي مطلب ته ،هغه هم په خپلو خبرو کي دفهيم په ډول په تکراروايي : آقای ربانی خطاب به جامعه جهانی گفت که اگر می خواهيد امنيت در افغانستان برقرار باشد، بايد از نيروهای مجاهدين در مقامهای دو� �تی استفاده شود و مجاهدان کنار زده نشوند. تاسو ټول يو ځل داستادرباني داپورته دخبرودا څو جملې په دقيقه توگه ولولی هغه نړيوالوته وايي : که غواړی ؟ په افغانستان کي امنيت برقراره شي ،بايد په دولت کې دمجاهدينو دنيروڅ خه استفاده وشي او هغوي بغل ته ټيله نشی . زه فکر کوم پدغه لنډ، ولي د معنی څخه ډکو خبرو په څو جملو کښې استاد ربانې يو ځل بيا نړيوالو او افغانانوته موخه او ارمان څرگند کړی دی . څومره دشرم خبره ده چي بهرنيو ته نصيحت کوي که غواړې په افغانستان کې سوله راشی ؟ نودده په وينا مجاهدينو ته په دولت کې واک ورکړئ ،اوکه نه څومره چې يې وس رسېږي داوطن به کنډواله او دښتونه به يې په قبرستان (هديرو) بدل کړی .ښه داخو ددوي طبعي عادت دی ؛ مگر هم دافغان هم رواحق لری چې لاندي سوالونه له دوي نه وکړئ : ۱/ داوطن ستاسو دی اوکه دنړيوالي ټولني ؟ که ستاسو دی او تاسو ځانونه افغانان بولئ بيانو ولي پر جهاني ټولني دسولي دراوستو احسان اچوی ،هر افغان مکلف دی چي په خپل هيواد کي سوله راولي ،اودموکراسی پلې کړی . ۲/ تاسو دکومو مجاهدينو خبره کوئ ،هغو چي په رښتيا سره يې دپردو دتيری په مقابل کي جگړه کول هغوي خو م ړه شول اويا پر خپل کور کښېناستل ،هغوي ته هيچا دغرب نه نيولې تر شرق پوري هيڅ ډول م ادي اويامعنوي امتياز ور نکړ. تاسو دغرب په دستور اودپاکستان داستخباراتو په ملاتړ دمرحوم داودخان دحاکميت نه شروع بياتر هغه وخته چې هر مو څه ترلاسه کړل دوطن ويرانۍ او افغان وژنې ته ملانه وتړلې؟ دسقاو دزوي نه وروسته تاسو يوځل بيا تاسوهغه ډله واست چې دافغانستان دقانوني حاکميت پر خلاف مو دپا کستان په امر له هغه ځاي نه حرکت وکړپه پنجشير او شمالي کښي مو ددولت ضد تبليغات شروع کړه . دنړئ دټولو استخباراتي سازمانو سره همکاری ،له هغوي نه پيسې اخيستل اودهغوي ارمانونه پلې کول وطن پرستي بولئ ؟ دادجميعت گوند نه و چي دافغانانو دغولولو لپاره يې په ظاهر کښې گويا له شوروی پوځ سره جگړه کول م گر دشوروي پوځ دافسرانو داوروستۍ ليکني اوپه مطبوعاتو کې دهغوي څرگندونې بيا له شوروي سره ستاسو ددوستئ او دپټو قراردادولاس ليکولو روښانه بېلگي نړيوالوته څرگندي کړې دي ؟ ۳ / ايا داتاسو نه واست چي دمرحوم نجيب اله دحاکميت په دوران کي شوروي ته ولاړاست ؟ اوهلته مو دهغوي سره ددوستې خبري کولې ؟ څنگه دومره ژر ستاسو هغه دښمن چي اوس هم دهغوي سره ددروغجني دښمنۍ پر نامه سوداگري کوی اودهمدغې سوداگری له مخي القاب خپلوی ، يو دم دهغه حاکميت په موجوديت کښي چي تاسو دکمونست تورپرې لگاوه ستاسو په دمره نږدې دوست بدل شو؟ چې روسان عملأ تر يوه غښتلې سياسي ځواک ،قوي اردو اودموکراتيکو قوتونو تير شول ؛دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند په دننه کښي ددسيسه گرو په مرسته يي هر څه ترتاسو قربان کړه .حقيقت خو دادی چې روسيه د شوروي دميراث خور نظام په توگه همدا اوس هم کله چي دافغانستان په حکومت کې داشخاصو دټاکلو دمسله مطرح وی دروسې حکومت لخوالومړني کانديدان دجميعت او دشوراي نظار غړې دي . ۴ / په ۱۹۹۲ م کال کې تاسو چا دولتي واک ته ورسولاست ؟ ايا کومي ټاکني وشوې ؟ اوکه کوم ريفرندوم وشو؟ ،دملگروم لتو دسازمان دپروگرام په مقابل کښي خو دوطن په گوندکي يوشمير خرڅ شووستاسو سره يوځاي په خيانت کولوسره هغه پلان ناکامه کړ . ۵ / اياتاسوته دپاکستاني جنرالانو او آي ايس آي ت� �نظارت لاندي جوړه شوې غونډه کې دستور درنکړه شو چي افغانستان ته ولاړ شۍ؟او کله چي موپه ارگ کې گوياددولت دتس� �يمۍ غونډه درلوده شاته موڅوک او دکومو هيوادو داستخباراتو مسولين ولاړوه ؟ ۶ / تاسو دافغانستان دخلکواويو غښتلی افغانستان ددښم نانو پدغه خوښئ کې ځان شريک نه باله ؟کوم چې ويل يې موږ هغه اردومات کړ کوم چي چا يې دم اتېدو فکر نه کاوه ؟ پدې مو دومره خوښي ښکاره کول لکه چې له خواجه غارنه دوهم ځل دکابل په لور دپردو په هدايت اومټ راروان واست . ۷ / داڅوک و؟ چي دقدرت څخه دگوښه کېدوپه خاطر يې دافغانستان ښک� �ې پلازمېنه د کابل ښار په وينو ولاړه اوکنډواله شو؟په هر کورکي يې دخپلوانو هديره جوړه شوه ! دغه وحشت اوبربريت ته تاسوکوم نوم ورکوی ؟ داکړني داسلاميت او انساني کرامت څخه ليري نه بولۍ ؟ ۸ / له خواجه غارنه چا کابل ته راوستلاست ؟ افغانان دره غلل ؟ اوکه دامريکا دB51,B52 الوتکو او نورو درنو وسلو برکت وو؟ ۹ / دتنک يو امېريکا(مننه امريکا) نارې تر اوسه په راډيوگانو کښي خپروي !دامننه له پ� �ديونه چا او دڅه په خاطر کول ؟ اوس ولي له هغوي نه سر ټکوئ ؟ په هر شکل چې دي هغوي د� �ته خپل ځوانان دلاسه ورکوې اوتاسوچي ځانونه افغانان بولۍ ورته واياست که موږته واک � �انکړئ همدا وژنه او همداحال به روان وي . نو ستاسو په نظر څوک پر حق دی ؟ افغانان خو وايي دابهرنيان دڅه په خاتر ددوي دومره خيال ساتي . ۱۰ / ايا دبن په کنفرانس کې ستاسو دپلويانو ونډه عادلانه بولۍ ؟ حاجې صاحب قدير دي خداي وبخښي او روح دې ښاد وي ماته يي له همدغه کنفرانس نه په تليفون کښي ستاسو دپلويانو ټول حرکتونه تشريح کړل. ستاسو دپلويانو دغه په يوه موزه کې دواړو پښو اچول وچې دبن کنفرانس دافغان ولس دقبولوړ ونه گرځېد .اوداماڼۍ تراوسه همداسي کږه جوړېږي . ۱۱ / په مؤقته اوعبوری اداره کې ستاسو اوستاسو دپلويانو دومره څوکۍ حق وې؟ او که مو اوس په دولت کې دومره واک حق دی؟ دا هر ورځ په تشريفاتي غونډو ،لکسو موټرو کي تگ راتگ ،دژوند هغه سطحه چې په نړۍ کې يې دگوتو په شمار خلک لري ،دابې سارۍ دولتي واک ولې ستاسودا تنده نشي ماتولاي ؟ ۱۲ / په دواړو لويو جرگو کښي ستاسو دوړانديزونومنل اوهغه مقام چې تاسو ته يې درکړۍ و ستاسو حق و؟ تاسوته دپښتنو دقومي مشرانو تيرېدنه ددې په خاطر وه چي اوس يوځل بيادجگړې په اورکې سوځېدلی اوکړېدلی ولس تر خوږ گوته ونيسۍ؟ . پدې هر څوک پوهيږې که داټول واک تاسو ته وسپارل شي يعني يوځل بيا ارگ ته لار ه پيداکړئ ،په هغه صورت کښې به نه دمجاهد اونه هم دملت نوم واخلۍ ! تاسو يو ځل ازم وينه ورکړېده اوپه هغه ازموينه کې ناکام پاته شوی ياست . ۱۳/ په حکومت،پارلمان اوقضائيه � �وا کښې دغه اوسنۍ درکړه شوې ونډه تاسو تر خپل استحقاق ايظافه نه بولۍ ؟افغانان خو يې ستاسو حق نه بولې . دبهرنيو چارو دوزير وينا يي يوه بېلگه ده . په ملي دفاع ،امنيت او کورنيو چارو وزارت کښي تر اوسه له غرونه راکښته شوي ستاسو سړې چې په انسان وژنو عادت دي دولتي معاش اخلې ،خويودهغو هم دولت اوملت ته وفادار نه معلومېږې ، دکابل په ښار کې دجوزاد مياشتي بغاوت اوسازماندهې شوې حرکت چي پاک اوسپېڅلې افسران يې قرباني شول ، ددې ادعا څرگنده بېلگه ده . � �۴ / داپه کابل کښې اسمان خراشهواروپاپه ستيل جوړ شوې بيلډنگونه دچادی ؟ ددغو دجوړيدو پيسي له کومي شوې ؟ ،دخلکو مځکې اوجايدادونه چي موپه زور ترلاسه کړې پدغه � �اهم قانع نه ياست ؟ ۱۵/ پدغه چورشوی او سوځېدلی هيواد کي چې څه شته دهغو زياته برخه ستاسو پلاس کښي ده، په دولت کي بي عدالتۍ،رشوتونه ،انجوگاني ،اوهرئينوپه پټه سوداگرئ کې تاسواوستاسو پلويان هيڅ � �اس نه لري ؟ خلک خو ستاسو دپلويانونه سرټکوي ؟ دپښتنواوافغانستان دتاريخي افتخاراتو،دافغانستان دنامه اونوروملي لاسته راوړنود دښمنانوپه ډله کښې ستاسو دطرفدارانو پله درنه معلوميږ ي . ۱۶ / ستاسوله اوسنيو څرگندونو څ خه معلوميږي چې په دغه ۱۸۰۰ وسله والو گروپو کښي تاسو اوستاسو پلويان کمه ونډه نلري؟ ځکه بهرنيانو ته په ډاگه واياست که نورهم داوطن ستاسوترحوسونوقربان نه کړی، سوله اوامنيت به رانه شي . ۱۷/ اوس انسان دطالبانو سره په يوه خبره کي هم غاړي کيداي شي چې په دا ټولو ورانيوکې طالبان يوازي نه دی ،اويوازي طالبان نه دي چي جگړه مخته بيايي ، دتنظيمو رهبران اوپه سرکښي تاسو هم پدې ناورين کې لاس ورسره لری . حقيقت خودادی که نړيوالو پر افغان ولس اودهغوي پر استازو، يعني هغو چې تر هر څه ورته خپل وطن گران دی تکيه کړې واي اوله هغوي نه يې نظر غوښتی واي ،اوپه دولت کښي يې هغوي ته ځاي ورکړئ واي ،نن به داناوړه حالت نه واي ،متاسفانه په افغانستان کې دښکيلو دولتونو دوه مخې پالسې ده چې تر اوسه په هيواد کې امنيت نشي راتلاي ،سالمه مسلکي اداره جوړول له ستونزو سره مخ ده اونه هم ستاسو غوندې تنظيمو څخه چي هم دولت خوری اوهم ملت وسله ټولولاي شي . تر څو ددغو تنظيمو چې کله ځان ته دمجاهد لقب ورکوي اوکله بيا قهرمان ځانونه بولي بې وسلې نشي اوپه دولت کي کښي يې لاسو لنډنشي داملت به دارامي گوله په خوله نه کړې اونه به ددموکراسی مخ وويني . ددې څرگند حقيقت نه کوم دسالم وجدان خاوند ست� �گي پټه وي ؟کله چې د طالبانو حاکميت نسکور شو خلکو ديوې روښانه ايندې فکر کاوه ،داسي احساس ورسره پيدا شو چي داځل به دابهرنيان چې ددموکراسی پلويان ځانونه بولي په هيوادکې ارامی راولې ، دقاتلانو ،جنگي جنايتکارو اوسړي وژنکو لاسونه به دملت له ستوني نه لنډ کړي ،مگر دغربی نړئ دتېروتنې پايله داشوه چې يوځل بيا دهيوادکورنيو اوبهرنيو دښمنانو ته دملې بدبختيو او بدمرغيودراوستلو ښه امکانات پلاس ورغلل . اوس داواضح اوڅرگنده ده څومره چې پاکستان دطالبانو پر لاس په هيواد کې نااراميو ته لمن وهې همدومره ددي ولس نوربهرنی مخالفين دپخوانيو تنظيم ودمحلي قوماندانانودهغې جملي دجمعيت اوپلويانو پر لاس يې په هيوادکې دبې نظميود� �استلو او افغان وژنې لپاره زمينه برابره کړېده .ددې ناا راميو گټه همدا ده چې اوس استاد رباني ،واضح وايي : که زموږ دمنۍ ښه، که نه هيوادبه په همدا بد بختيو اخته وي اودامنيت ټينگښت به ناشونی وي . افغانان بايد ددې ډول څرگندونو نه چي يوازي درباني لخوانه بلکه دنورتنظيمو رهبران يې هم کوي، دعبرت تاريخي درس واخلي ، اوپه دې ښه پوه شي چې دغه تنظيمونه اودهغوي مش� �ان پر دغو ټولو القابو سربيره چې پر خپل سر اويادغير عادلانه مصليحتونو پر بنياد ورکړه شوې دي ،تل يې يوازي خپلي او دبهرنيو دوستانو او دونر هيوادوگټي ساتلې اوبس . که دوي ټولواکه نه وي نو دافغانانو ژوند اوددې هيواد راتلونکې و� �ته هيڅ ډول ارزښت نلري . پدې هيله چې بهرنيان داډول شخصيتونه درک اوپدې پوه شي چې پدي هيواد کې سوله يوازي او يوازي دافغان ولس غوڅ اکثريت ته ددرناوي اودهغوي غوښتنو اووړانديزونوته دغوږ نيولو له مخې راتلاي شي .دا دتنظيمو او افغانانو ټيکداران په افغان ولس کې ځاي نلري ځکه په هر شکل چې کيږې غواړي ددولتي حاکميت اوياوسلې په زور ځانونه پر ولس وتپي . پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ذبيح الله مجاهدپرځينورسنيونيوكه وكړه", "output": "دطالبانويوه وياندذبيح الله مجاهدپه يوه م طبوعاتي ويناكي يوشميررسنۍ تورني كړې چي دده خبري ناسمي تعبيروي اوپه ده پوري داسي خبري تړي چي ده نه وي كړي، ښاغلي مجاهدچي له الاماره ويبپاڼي يي خپل سپيناوۍ څرګندكړي وايي چي ده څو ورځي مخكي له بي بي سي راډیوسره په خبروکی دیوی پوښتنی په ځواب کی ويلي چی بهرنی جنګيالي دطالبانو تر واکمنۍ مخکی له کمونستانوسره دجهاد په دوران کی افغانستان ته راغلی ووخودوی زماخبره داسی تعبیر کړه چی داجنګيالي امریکایانو راوستی اوماهیڅک� �ه داسی څه ندي ويلي، همدرانګه مجاهدهغه خبرهم ردكړچي ځينورسنيودرويټرزله قوله ويلي چي طالبان دكرزي پ� �وړانديزغوركوي، مجاهدوايي چي درویټر اژانس خبریال پدې اړه له ما پوښتنه وکړه اوماورته وویل زه اوس په دې هک� �ه څه نسم ویلای چی له مشرانو هدایت واخلم ورسته په ځواب درکړم، ده درسنيوداډول كړني دژورناليزم دټولواصو� �وخلاف عمل وباله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات: د امریکا په قونسلګرۍ راکټي برید شوی", "output": "میرویس جلالزی تیره شپه په هرات ښار کې د امریکا په قونسلګرۍ دری راکټونه توغول شوي چې د لومړنیو رپوټونو پر اساس پکې چا ته مرګ ژوبله نده رسیدلي. د هرات قونسلګرۍ په دې ورستیو کې په هرات ولایت کې د امریکې د سفیر جنرال کارل ایکن بیري له لوري پرانیستل شوه . د هرات د پولیسو قوماندان وویل چې د توغندیو د برید سیمه تر اوسه نده مشخصه شوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف احمدي:په فراه کې مو د بهرنیانو دوه ټانکونه والوزول", "output": "جلالزی د طا� �بانو د ډلي منصوب ویاند قاري یوسف احمدی د تل په شان له ناڅرګند ځای څخه خبر ورکړ چې تیره شپه یې د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ په حسن آباد کلي کې د بهرنیو قواوو دوه ټانکونه په ماینونو الوزولي دي.احمدي وویل چې اوه تنه بهرني سرتیري په دغو چاودنو کې له مینځه تللي دي.که څه هم د فراه ولایتي چارواکي تر اوسه د دې خبر په اړه له � �ير څه ویلو ډډه کوي خو د بینوا ویب پاڼې ادارې په جنوب کې د ناټو له قوماندانۍ سره په ټلیفون اړیکه ونیوله او هغوي هم د دې خبر په اړه بي خبري څرګنده کړه.قاري یوسف دا و نه ویل چې وژل شوي بهرني سرتیري د کوم هیواد وګړي دي خو په فراه ولایت کې ډیری امریکايي سرتیري میشت دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لوی څارنوال: په لویه څارنوالۍ کې ژور بدلون راولم.", "output": "نوي ټاکل شوي لوی څا� �نوال عبدالجبار ثابت نن خبري ناستې ته وویل چې هوډ لري په لویه څارنوالۍ کې پراخ بدلون راولي نوموړي دغه � �از وویل چې ټاکنې به په قومي بنسټ نه وي ولې اصلي کاري وړتیا به په نظر کې ساتي. دبډو اخیستونکو څا� �نوالو په وړاندې مبارزه کول دنوي څارنوال په وینا دکار له لومړیتوبونو څخه دی دی وايي یو ځواک به رامنځ ته کړي چې دبډو اخیستونکو مخه ونیسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو په لومړي ځل دبالابلوک دشهیدانو لست خپورکړ", "output": "په افغانستان کي دوسلوالو طا� �بانواسلامي غورځنګ په لومړي ځل دفراه د بالابلوک دتیري میاشتي د بېګناه ډلوژني دقربانیانو نوم لړ خپور کړ . دغه نوم لړ چي یوه کاپې ئې بېنوا پاڼي ته هم رارسیدلې ده . همدا نن خپور شوی دی او ترځنګ ئې د نومړي غورځنګ لخوا ډلیزي رسنۍاو د بشر دحقوقو ددفاع ټولني په دې ګرم بلل شوي چي خپله ازادي ئې د چارواکو او ام� �یکایانو لپاره له لاسه ورکړې او په تولیزه توګه دپیښي دحقایقو څخه سترګي پوتوي . او ددوئ په وینا چي د افغانانواونړیوالود تېراېستلو اوحیرانولولپاره بېلابېلې شمېرې وړاندې کوي . طالبان ادعا کوي چي ((په بالابلوک کې داسلامي امارت مسؤل مولوي خالد چې دبمبار دشپې په سبا یې دشهیدانودجنازې اوډلییز تدفین په مراسموکې ګډون درلود په دې ورځ یې ۱۶۶ شهیدان شمیرلي وه سره له دې چې دسیمې اوسیدونکې همدې ته دورته � �مېرې یادونه کوي خود بګرام امریکایي نطاق لا هم په هماغه خبره ولاړ دی چې دبالابلوک په پېښه کې تر ۳۰تنو ملکیان وژل شوي))طالبانو همداز ددغه لیست دپاته کسانو دمعلوماتو دتکمیل په اړه لیکلي دي ((څنګه چې په دې کلیو کې اوضاع ډېره غیرعادي ده ځینې کورنۍ بې ځایه شوې دځینوڅوک پاته نه دي نو ځکه دټولو� �هیدانواوزخمیانوپوره شمېراوشهرت راټولول مشکل دی خوبیاهم په دې بریالي شوو چې دډېری قربانیانولن� �ه پېژندګلوي راغونډه اوخپلوهیوادوالواونورونړیوالوته یې وړاندې کړو)) دبالا بلوک دشهیدانونومونه او� �نډشهرت شماره او دشهیدنوم دپلا� �نوم دشهید عمر عبدالغفار بی بی معتبره حامدا� �له سیدوحید بی بی هما بی بی فاطمه سیدعبدالجبار بی بی شهو بی بی حوا بی بی ګله بی بی سامو بی بی خیالو زرمینه سیداحمد بی بی سعیده بی بی ګلبدنه بی بی زهرا بی بی شکیله فرازګله بی بی رویدا خماره سیدباران نعیم جان سدوجان بی بی ګلزاده بی بی میده ګله زرغونه ګل احمد موسی جان خیال محمد بی بی حوا شیرینه روزالدین بی بی خانمو ابراهیم سیداسماعیل سیداسرایل زلیخا بي بي ګوهره سیداحمد سیدولی سیدحسن انارو بي بي سلیمو احسان الله نورالله بي بي س� �یمو سدوجان بی بی ګلزاده بی بی میده ګله زرغونه ګل احمد موسی جان خیال محمد بی بی حوا شیرینه روزالدین بی بی خانمو ابراهیم سیداسماعیل سیداسرایل زلیخا بي بي ګوهره سیداحمد سیدولی سیدحسن انارو بي بي سلیمو احسان الله نورالله بي بي سلیمو ملاله جوهرګله میرحسن سیداحمد سیدولي سیدحسن شکریه ګلبدنه سیدشیراحمد سیدمبین سیدعیسی ګل آغا لعل محمد معلم رحم ا� �دین صابره محمدامین روزالدین عین الدین راج الدین لیلی زیبا سکینه عاقله سرداره کلثومه فداګل نجیبه عبدالخالق روحیه نثاراحمد نازیه مرضیه سیداحمد علی احمد نوراحمد بي بي ګله بي بي حوا بي بي کامله بي بي سعودیه بي بي شکریه بي بي سلیمه بي بي نظیفه ګل احمد بي بي ګله محمدرضاء � �ونګینه محمدجان احمدجان محمداکرم جان آغا روح الله محمدنبي جان محمدافضل عبدالحکیم بي بي سلیمه اسماعیل ذبیح الله ماشومه بي بي فايده جمیله بي بي خاتمه بي بي فاطمه حسام الدین ملاله فریده عبدالبصیر محمدابراهیم محمد� �فیع فاطمه محمدجان سیدنظام اغاسیف الله سیدعبدالغفارسیدعبدا� �غفارسیدعبدالغفارسیداعظم اغاسیدنظامبادارعبدالجبارعبدالجبارعبدالم بینعبدالستارنظامنظامنظام حکیماولیاءنعیمنعیممحمدامی� �سیدنعیمعبدالجبارحسنحسن سیدمیرآغاسیدآدم سیدآدمسیدآدمسیدآدم سیدآدم سیف الله سیدروزي آغاسیدظاهرآغاسیدروزي آغاسیدروزي آغاسیدروزي � �غاسیدروزي آغاسیدعبدالجبارحبیب الله سیدعبدالستارسیدعبالستارحبیب الله � �غاسیدعلي أغاسیدمحمدباران باران باران باران باران رحم الدین سیدرحم الدین سیدرحم الدین شیرعلي آغا لا ل محمد کرم برهان الدین ولي محمد عبدالمجیدرحمت الله سیدجمال سیدجمالسیدجمالسیداقبالسیف الله سیف الله آغاسیدبرکت آغاسیدبرکت آغاسیدبرکت آغاسیدبرکت آغاسیدبرکت آغاسیدبرکت � �غامحمدرسولحبیب اللهحبیب الله حبیب اللهحبیب الله حبیب اللهسیدکمال � �غاسیدعبدالغفارآغاسیدعبدالغفارآغاسیدغفارآغاسیدعبدالغفارآغاسیدعبدالغفار� �غاحبیب الله ملامحمدحسن عبدالغفاررحم الدینرحم الدینرحم الدینرحم ا� �دینرحم الدینرحم الدینرحم الدینرحم الدینرحم الدین ملاعلاوالدینمحمدح سینمحمدحسینمحمدحسینمحمدحسینمحمدحسین محمدحسین محمدحسینمحمدحسینمح مدحسینمحمدحسینحاجي اکبرعبدالغفارعبدالغفارعبدالغفارعبدالغفارعبدالغفا� �عبدالغفارعبدالغفاررحم الدین محمدموسیمحمدموسیمحمدموسیمحمدموسیمحم دموسیمحمدموسیمحمدموسیعلاوالدینشاهسوارحسام الدینعبدالله جانعبدالحکیم عبدالحکیمعبدالحکیمعبدالحکیمعبدالحکیمعبدالحکیمعبدالحکیمملامحمدح سنسردارمحمدحسام الدینحسام الدینمحي الدینمحمدابراهیممحمدابراهیمسیدمح مد ۲۸کاله۲۰کاله۴کاله۲کاله۶میاشتی۴۵کاله۲۷کا� �ه۱۶کاله۳کاله۲کاله۲۱کاله۳کاله۱۴کاله۸کاله۴کاله۱۸کا� �ه۲۵کاله۸کاله۵کاله۱۰کاله۱۲کاله۲۵کاله۶کاله۱۷کاله۴۲کا� �ه۶کاله۸کاله۱۰کاله۸ورځي۱۲کاله۳۳کاله۱۳کاله۳۵کاله۱۸کاله۱� �کاله۲۵کاله۲۰کاله۱۹کاله۹کاله۱۰کاله۸کاله۹کاله۲۵کاله ۸کاله ۱۸کاله ۸کاله ۱۰کاله ۱۲کاله ۱۶کاله ۲۵کاله ۴۰کاله۱۰کاله ۴۵کاله ۵کاله ۱۷کاله ۸کاله ۴کاله ۴۰کاله ۱۴کاله ۳۰کاله۱۶کاله۱۰کا� �ه۸کاله۴۰کاله۳۸کاله۱۰کاله۸کاله۶کاله۲۰کاله۵کاله۴۰کا� �ه۳۵کاله۹کاله۲۰کاله۱۰کاله۱۰کاله۵کاله۳۰کاله۷کاله۱۶کاله� �کاله۶کاله۲کاله۵میاشتي۲۲کاله۲۳کاله۲۴کاله۲۵کاله۲۹کاله۲۸کا� �ه35کاله۳۲کاله۳۱کاله۳۹کاله۲۱کاله۳۴کاله۳۵کاله۳۶کاله۳۷کا� �ه۳۸کاله۳۹کاله۴۰کاله۴۱کاله47کاله45کاله۴۳کاله۱۸کاله۱۷کاله� �۰کاله۸کاله۵کاله۱۴کاله۱۵کاله۲کاله۷کاله۴۵کاله۴۰کاله۲۰کا� �ه۱۸کاله۱۶کاله۱۴کاله۱۱کاله۸کاله۷کاله۴کاله۸کاله۲۵کال� �۳کاله۲۱کاله۱۷کاله۱۳کاله۱۰کال۴کاله۳۰کاله۹کاله۳کاله۵کا� �ه۳۵کاله۸کاله۳کاله۵میاشتي یادونه: دادهغوشهیدانونومونه وچي مونږته يي نومونه اوشهرت لاس ته راغلی و دغه راز په دي پیښه کي یوزیات شمیراولسي وګړي زخمیان شوی هم وچي زیاتره یی دسپینوفاسفورسوداستعمال له کبله ډیرزیات سوزیدلی چي تراوسه تردرملنی لاندي دي خوبیاهم دڅوتنوټپی شویونومونه په لاند ډول واړندي کوو دبالا بلوک دټپیانونومونه اولنډشهرت دتپي نوم دپلارنوم دټپي عمر عبدالبار ي سلیمه عبدالغفار عبدالله جان شفیقه علاوالدین رحم الدین محمدشاه عبدالغفار عبدالشکور پنځه کلنشپږک� �نهپنځوس کلن پنځویشت کلنڅوارلس کلنه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايا ((خرم)) رښتيا هم قانون ماتوي؟", "output": "(( د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نو� �ستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزناک پروګرامونه وضع او تطبيقوي. د مطبوعاتو او راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، ازادې دي. ټول علمي او اداري مصطلحات، چې ملي ترمينالوژي ده، پرخپل ځاى خوندي دي. )) د اساسي قانون شپاړسمه ماده، د ژبو د انډوليزې پراختيا په پامنيوي سره دولت ، په ځانګړې توګه اطلاعات او کو� �تور وزارت په دې مکلف بولي، چې د ملي ترمينالوژۍ ساتنه وکړي . اطلاعاتو او کولتور وزارت د لومړي ځل لپاره د بلخ ټلويزيون کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې له ملي ترمينالوژۍ سره لوبې ونه کړي، خو دغې سپارښتنې يو شمېر فاشيستي کړۍ منفي غبرګونونو ته را پارولې دي. تر ټولو بده او خواشيوونکې دا، چې د ولسي جګې د فرهنګي چارو کميسيون يوځل بيا دا تبعيضي عمل ګڼلى او کولتور وزارت يې په جزا ګواښلى دى. د فرهنګي کميسيون چارواکو په خپل دغه غبرګون سره يوځل بيا د اساسي قانون د شپاړسمې مادې يوه فقره تربښو لاندې کړه. دا هغه څوک دي، چې موږ ته قانون جوړوي او دولت د � �انون پليتابه ته هڅوي!په افغانستان کې د دود له مخې له هرې موضوع او مسالې سره سليقوي برخورد کيږي. اساسي � �انون که د يو اړخ ګټې تضمينوي، په وچ زور يې پليتابه غواړي، خو که دا قانون بيا ددوى له (قومي، سمتي، ګوندي او...) ګټو سره په تضاد کې وي، پلي کوونکي يې مجرمان ګڼي. دا د افغانستان د هغو قانون جوړوونکو دريځونه دي، چې د خپلو ګټو د خونديتابه لپاره له قانون او ټوپک دواړو ګټې اخلي. د ملي ترمينلوژۍ بحث او موضوع يوازې په پوهنتون او پوهنځي کې نه ده، بلکې د امنيه قوماندان، ضابط، خورد ضابط او... په برخو کې هم د ورته دريځ سپارښتنه کوي. د دغو کليمو پامنيوى په هيڅ توګه په دې مانا نه دى، چې د چا د مورنۍ ژبې مخنيوى کيږي او که داسې يو چلن واى، نو بيا به له بالګرد، دورنما، ګفتمان او ...سره هم مخالفت کېداى. په داسې حال کې، چې د نويو کليمو جوړول او نيو� �وجيزم د هرې ژبې حق دى او پښتانه په هيڅ وجه دا نه غواړي، چې پخپله نوې کليمې وکاروي او د نورو هغو مخنيوى وکړي. که د اساسي قانون پلي کول د حکومت دنده وي او ولس غواړي اساسي قانون پلى شي، د قانون د ١٦ مې مادې له څلورمې فقرې سره مخالفت به نه يوازې دا، چې يو احمقانه کار وي، بلکې دا به پخپله د قانون د پلي کېدو پر وړاندې يوه ننګونه وي. د اطلاعاتو او کولتور وزارت د قانون د همدې مادې له مخې د بلخ ټلويزيون له کارکوونکو سره چلن کړى اودا د ياد شوي وزارت ناکامي ده، چې د قانون په پليتابه کې يې دومره ناغيړي کړې ده. دغه بنديز نه يوازې پر دولتي رسنيو ، ب� �کې پر ازادو هغو هم بايد ولګيږي، ځکه قانون په اصل کې هيڅ توپيري چلن نه مني. ښاغلي خُرم او د کرزي دولت ته په کار ده، چې پر ټولو هغو رسنيو بنديز ولګوي، چې د اساسي قانون د بېلابېلو مادو خلاف عمل او خپرونې کوي. هيڅوک حق نه لري، چې د بيان د ازادۍ او ډيموکراسۍ په نامه زموږ کولتور او ملي ګټې را زيانمنې کړي. که دا کار نشي کولاى نو بيا ښه داده، چې استعفا ورکړي، ځکه د کرزي په مبارکه پاچاهي کې موږ يوازې ددې توان هم نه لرو، چې د قانون د يوې م ادې ډېره کوچنۍ برخه هم پلى کړو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دا بدبخته کندهار ښاروال خو غل هم وخوت", "output": "(غله څه کوي چې مله کوي) له کومه وخته چې د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي اصلي څېره د کندهار ولس ته د لمر په څېر روښانه شوه، د رسنيو له لارې مو بېلابېلې ليکنې او تبصرې ولوستلې، چې په دې لاره کې ځينو رسنيو د خپل توان تر حده خپله ايماني، وجداني او افغاني دنده ترسره هم کړه. له دې جملې څخه د ښو بېلګو په توګه له کندهار ولايت څخه خپرېدونکې سورغر اوونيزه او همدا رنګه بېنوا ويبپاڼه يادولاى شو. خو نه پوهېږو، چې کندهارى ولس ولې دومره له پامه غورځول شوى دئ، چې نارو او فرياد ته يې هېڅوک غوږ نه نيسي او هيڅ ځاى هم نه نيسي. تر اوسه چې رسنيو هر ډول واقعيت د کندهار د اوسني ښاروال غلام حيدر حميدي په اړه په ډاګه کړى دئ، د ښاروال لخوا يې په ځواب کې يوازې او يوازې دومره ويل شوي، چې دا هرڅه د سورغر او اراکوزيا اعلاناتو شرکت د مشر نسيم لخوا د هغوى د ځانګړو موخو او دښمنۍ پر بنسټ توطيې او پروپاګندونه دي. له دې ليکنې څخه مې هدف د پرحق او ناحقه ورپېژندنه نه، بلکې د يوه بل تريخ واقعيت څرګندونه ده. خو اصلي مطلب ته تر راتلو او د ښاروال لخوا د دې ليکنې په ځواب کې د پورته خصوصياتو لرونکي ځوابيه ليک تر خپرېدو مخکې اړېنه ګڼم په ډاګه کړم چې په کندهار ولايت کې يوازنۍ د ډېرو قلمي همکارانو او لوستونکو څښتنه خپرونه او د واقعيتونو انعکاسوونکې همدغه سورغر خپرونه ده، چې هر ډول خطرونو ته يې سينه سپر کړې، له همدې امله د فرهنګيانو په منځ کې د يو خاص مقام درلودونکې ده، ځکه نو ښاروال بايد دا هڅه ونه کړي چې دغه حقيقت دي هم د نسيم پر سر ور وغورځوي. څه د پاسه شپږ مياشتې مخکې وغوږېدم چې کندهار ښاروال ځان ته نوى سکرټر ګمارلى دئ. دا بد اخلاقه او بدچلنده د دوه ويشتو يا درويشتو کالو په شاوخوا کې ميرويس نظري دئ، چې د اخلاقو ترڅنګ يې تجربه هم په صفر کې ضرب ده. د ښاروالۍ رياست د مامورينو او مراجعينو په وينا چې ټول د ده او ښاروال له بد چلنده تر پوزې رسېدلي دي. د سکرټر تر مقررۍ څلور پينځه مياشتي وروسته مې بيا له ځينو ملګرو او آن د ښاروالۍ رياست له کارکوونکو څخه واورېدل چې سکرټر تر اوسه هم له ښاروالۍ سره رسميات نه لري. نو وپوهېدم چې ښاروال د داسي کس په ګمارلو کې حتماً يو هدف لري، نو سمدستي مې را په زړه شول چې وايي (غله څه کوي چې مله کوي) مانا (غل هڅه کوي ځان ته ملګري وپلټي.)، او ورسره جوخت مې په زړه کې را وګرځېدل چې د دې ډُهل آواز به سبا يا بل سبا تر ټولو ښاريانو پوري رسېږې. دا دئ آواز يې ترما، د ښاروالۍ تر ټولو کارکوونکو، والي صاحب، ملي امنيت، قوماندانۍ او نورو پوري ورسېدى، زه به يې تر تاسي هم در ورسوم. ښاروال (غلام حيدر حميدي) او سکرټر يې (ميرويس نظري) شپېته زره (٦٠٠٠٠) امريکايي ډالره - چي په دې وروستيو کي يې له پي، آر، ټي څخه د بيارغوني او د ښار د پاکۍ په موخه ترلاسه کړي وې – غلا کړې. ښاروال او سکرټر يې دواړو لاره جوړه کړې وه چي سکرټر (ميرويس نظري) به کاناډا ته تښتي، او پيسې به سره نيمي کوي. خو له نېکه مرغه د ميرويس نظري له تښتېدو سره سم د ساعتونو په جريان کې ټوله ښاروالۍ له دې پلان څخه خبره شوه (غله ته په غره کې هم ځاى نشته)، نو ښاروال هم د رسوا کېدو له وېرې سمدستي ((د ښاروالۍ د مامورينو په مخ کي = د اوړو پوزه)) ملي امنيت، قوماندانۍ، مرکز کابل، د ډوبۍ او کاناډا سفارتونو ته ټليفونونه وکړل. ميرويس نظري تر دوو ورځو وروسته روغ رمټ د ښاروال مخ ته ودرېدى، پيسې يې ورتسليم کړې، ويل يې زما څخه اشتباه وشوه، ښاروال خو نو د لوى زړه څښتن دئ، بس دستي يې وبخښى او د دندې د بيا پيلولو غوښتنه يې ترې وکړه. ميرويس نظري (غل) اوس هم د ښاروال د سکرټر په توګه دنده ترسره کوي. د ملي امنيت يو تن کارکوونکي – چي د نامه له څرګندولو يې ډډه وکړه – هم د دې پېښې پخلى کوي او وايي چې دا پلان د ښاروال لخوا جوړ شوى او ميرويس نظري يې - چې عمر يې خام دئ – د دې پلان د عملي کېدو لپاره يو غوره کس بللى و، چې له نېکه مرغه يې پلان رسوا شو. خو نوموړي په دې اړه چې آيا دغه غله به د قانون منګولو ته وسپارل او جزا ورکړل شي که نه؟ څه نه وويل. د ښاروالۍ رياست څو تنو کارکوونکو او پياده ګانو هم د عيني شاهدانو په توګه د دې پېښې پخلى کړى دئ. دومره لويه پېښه وشوه، له والي صاحب څخه نيولې تر څارنوالۍ، قوماندانۍ، ملي امنيت او عام ولس پورې ټول په خبر شول، خو بيا هم غله په نېغ سر ګرځي، حتى رسنيو يې لا خبر خپور نه کړ. له چا څخه چا ته وژاړو ؟؟؟ له ورايه څرګندېږي، چې غلام حيدر حميدي کندهار ته د خاصو اهدافو لپاره رالېږل شوى، چې هغه د کندهاري ولس ځپل او د دې ولس د وينو زبېښل دي، او بس.تبصره: (د داسي يوه نا اهله، بې تجربې، او بد اخلاقه شخص (ميرويس نظري) د سکرټريت غوندې لوړ پوسټ باندې ټاکنه، د شپږو – اوو مياشتو دندې ترسره کولو سره – سره له ښاروالۍ سره د هغه نه رسميت، تر غلا او رسوايي وروسته بېرته بېله کومې جزا پر لومړني پوسټ د هغه دندې ته ادامه، او په ښاروالۍ او له ښاروالۍ څخه دباندې، د ملي امنيت د کارکوونکو، او نورو عيني شاهدانو او اړوندو چارواکو د څرګندونو پر اساس ويلاى شو، چې ښاروال غلام حيدر حميدي او سکرټر يې ميرويس نظري دواړه غله دي، که نظام په رښتيا هم اسلامي وي نو دواړه بايد محاکمه شي او د خپلو ناوړه کړنو په سزا ورسېږي، مخونه دي يې تور شي، په تورو مخونو دي په ښار کي وګرځول شې، درنې جريمې دي ورکړل شي، او په حبس دي محکوم شي. ځکه دغه پيسې چې دوى غلا کړي دي، ټول بيت المال دئ، او د ټولو کندهاريانو حق دئ چې بازخواست يې وکړي. دښاروال په اړه دغه لاندي لیکني دده د کار او اهلیت تر ټولو ښه ثبوت دي ۱ : کندهارښاروال داسلامي او ملي مقدساتو سپکاوي کوي ۲: زموږ سرټمبه ښاروال او دکندهاریانو عمده ستونزي (رپوړټ) په درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": " او داسي چېغه يې وويسته چې د ټولو . . . ", "output": "بې ځــــــــوابـــه محمد نعمان دوست دمني سړې سيلۍ له ونو پاڼې رژولې وې ، ساړه باد دهغوى لغړ او سپيره ښاخونه لکه زمو ږ ولس په خپلو منځو کې په جنګ آچولي وو . دکلي مشران دجو مات اخوا څنډې ته چېرته چې دباد مخه بنده وه ، پيتاوې ( لمر ) ته سره غوڼد ناست وو.خو مونږ لا د نن په سر ناتوا نه نه وو . په يخ مو پروا نه راتله ګرد خط مو ايستلى و او په منځ کې موورته چا ر مغز ايښي وو. د مشرانو دخبرو غږ مو اوريد ، له خبرو نه يې خندا ډېره وه اونوره هم ډېريده . لو به مو بس کړه دهغوى په لور روان شو و ، مجيد ديواله ته جو خت ولاړ و ، ترپټولاندې سينې پورې ټينګ څه نيولي و، او دنورو خولې دهغه لورته له خندا وازې وې ،يوه غږ کړ : ښه نوکر يې موندلى دا وايه چې ډوډۍ خو در باندې نه پخوي ؟ بيا دخند ا هر شو ، ابل سر له پټو راو ويست : يو ځان شر موي او بل ... که ځوى واى بيا هم يوه خبر په تا څه سخته ده چې لور ځان سره ګرځوې ؟ مجيد ټولو ته وکتلې اوبيا يې غږ کړ : ګورئ ظالمانو ! زړونه مو نه خوږيږي ، څه ګلالي زامن مې وو ، خو چې دخداى رضا نه وه رانه وايې خستل ، په خپلو لاسونو مو راسره خښ کړل ، لور ا و زوى چا راښکلي او بيا زه خو ټوله زندګي کې ايکه يوه لور لرم او هغه هم دا سې لور ، مخ ورته له پټو راوويست ، هغې تورچنګ باڼه له سترګوو پورته کړل لمريې سترګې وه برېښولې په شوڼدو يې موسکا خپره شوه اوبېرته يې سر دپلار پر سينه کېښود ، ناست خلک ټول دهغه مظلوميت او ددې ما شومې ښکلا منتر کړل ، غلي کېناستل او مجيد مخ په کور روان شو . د نرګس کوچنۍ پښې دتګ راتګ جوګه شوې او په ځينو کارونو کې خپل وس له مور سره مر سته کوله ، مجيد چې به کله دهغې په وړولاسونو کې لوټکه وليده رنګ به يې وغوړيد او سترګو کې به موسک شو . نن شپه يې تر ډېره څنګ ته کېنولې وه ، سترګې څو ځلې خوب پټې کړې خو دده تر ې زړه نه مړېده بېرته به يې ويښه کړه . اسويلى وويست ، ميرمن ته يې مخ راواړو : وطن کې نورې شپې نه تېريږي ، څه چې مو زده وه هغه ارزښت نه لري ، ته خبره يې زه سبا روان يم خو تا ته ايکي يو امانت پرېږدم ، منم چې له ما تا ته ډېره ګرانه ده خو بياهم ډېر اتياط پرې کوه بې ځايه لو بو ته يې مه پريږده هسې نه خداى نخواسته .... ستونې ډک شو ، په ويدو يې ښکل کړه او بيا خپل ځاى کې وغزيد . سبا چې څنګه نرګس له خوب نه پورته شوه او دپلار په خالي کټ يې سترگې ونښتې ، په منډه مورته راغله ، هغې په اخوا ديخوا خبرو تېر ويسته. . مورچې به يې کله ورته دکوم کار وويل ، د خاوند خبره ( ډېر اتياط پرې کوه .. ) به ورياده شوه بېرته به يې ورغږ کړ :ځه لورې ته کينه زه خپله ورځم ، ټو ل کارونه يې په خپل سر ا خستي وو ، خو ونه شوه دا څو مه ورځ وه چې کورکې خس خلاص شوي وو ، وړه لوريې له نورو کليوالو نجونو سر ه خاشاکو ټولولو ته وليږله ، تر ډېره ځايه يې ورپسې دبام له سر نه کتلې هغه له مخامخ غوڼدۍ واوښته . زړه يې اوارډبيده ، غرمه شوه ، کله به بام ته وخته ، کله به يې دانګړ ورته ورمندې کړې ، دخاوند خبرې ذهن ته تلې را تلې ، بيا بام ته وخته په مخامخ غونډۍ يې سترګې نښلولې وې ،شيبه وروسته يو ډوب غږ دغونډې له سرنه راوا وښت ، په منډه له بام نه را ښکته شوه ، کله به بام او کله دروازې ته تله زمکې ځاى نه ورکو . دماسپښين داذان غږ شو بيا بام ته پورته شو ه دکلا شاته يې غږونه واورېدل په منډه را کوزه شوه لا دانګړ ورته نه وه رسېدلې چې دواړه پټې بېرته شوې .کليوال له کټ سره راننوتل دانګړ منځ کې کېښود . حويلى له ښځو ډک شو ، هغې دلور له مخ نه څادر پورته کړ ، ددواړو کوچنيو لاسونودبندونو پر ځاى يې سپينې لتې تاوې وې ، ديو ې سترگې ځاى يې پاغوندې نيولى و او بله سترګه يې پلستر وه . چيغه يې کړ ه : نه دا زما لور نه ده ، دنرګس سترګې داسې نه وې ، داهغه نه ده اوله دې سره په زمکه راو لويده . ښځې پرې را ټولې شوې ، يوې يې سر غيږ کې کېښود : ګوره خورې ! اوس هم دخداى شکر دى ، که په خپل وخت يې روغتون ته نه وى رسولې ترې خلاصه به وې ، هغه ښه شيبه غلې وه دخاوند خبرې په زړه را واوښتې يودم يې په کټ منګلې ښخې کړې ، زه به څه ځواب ورکوم هغه په ما ډېر سپارښت کړى و، وايي کنه څه ځواب ... ؟ ښځو يو بل ته کتلې ، ټولې غلې وې ، هغه يې له کټ نه لرې کړه نصيحتونه ورته پيل کړل . دلور ليدل نورهغې ته دخوشالۍ خبره نه وه ، په ليدلو يې او ښکې بهيدلې ، نرګس هماغه شان بې هوښه پرته وه کله به يې غږ کړ : دا څنګه توره شپه ده ، ريکن ولګوۍ هيڅ نه وينم، دمور په زړه کې به لمبه تاوه شوه شونډې به يې په غاښ کړې بېرته به غلې شوه . ×××× مونږ ته دا حال له وطن نه را غلي يو کليوال ووې ، له دې پس مو هره ورځ په کورکې په همدې اړه خبرې کېدې ، نن مې بيا په دې اړه مور لګيا وه ، لا په همدې خبرو کې وو چې ور وټکېد ، يو بل ته مو وکتل خو سره و مو نه پيژ ندل ، دپاتې کېدو ټينګار مې وکړ ، هغه زما دمشر ورور دنوم پو ښتنه وکړه ، د حجرې ور مې پرانيست هغه وې زه دهاشم اوښى ( اخښی ) يم ، خورزه مې راو ستې شير پاوهسپتال کې بستر ده . مورته مې دهغه په اړه ووې ، هغه ژر ووې زمونږ چې په کې بحث وو ، دهما غې ماما دى . سودا مې نوره هم زياته شوه د چايو پتنوس مې وروړ، هغه ټوله کيسه وکړه ، نورجګيده ماوې نه، نن شپه به همدلته يې . هغه وې : دامو دويمه جمعه ده ، ايله اوس مو کور پيدا کړ ، ځمه هلته به رآته خور او خورزه دواړه په تمه وي نن مو خارجوي ، شپې ته همدلته را ځو . هغه له حجرې ووت او زما سودا يې نوره هم زياته کړه ، دنرګس دکو چينوالي څېره مې سترګو ته وړاندې – وړاندې کېدله . کورکې مې دهغوى دراتګ ووې او زه په منډه بازارته لاړم . هغوى لا نه وو را غلي ، راتګ ته يې ټول په تمه وو ، دموټر له هارن سره سم د دروازې د زنګ غږ را غى ، په منډه ووتم ور مې بيرته کړ ، هغه حجرې ته لاړ او دايې مور له اوږې نه نېوله وه کورته يې دننه کړه کټ کې وغزيده سپينه پرده يې پرې اواره کړه، دې مې دمور پر اوږه سر کېښود ښه يې وژړل ، خو هغه لکه چې پوره په حال نه وه ، کله به يې بې منګلو لاسونه له له پردې راوويستل مخ به يې اخوا ديخوا واړو بېرته به غلې شو ه. هغې دخپلې لور کيسه پيل کړه ، مشر ورور مې دنرګس له ما ما سره په حجره کې نا ست و، څو کرته به جګ شوم خو تګ ته مې زړه نه کېده بېرته به کېناستم هغې کيسه خلاصه کړه ماته يې مخ راواړو : اسده تا خو نرګس ليدلې وه ، او بيا يې په چيغه وويل دا هما غه نرګس ... مور مې بيا ترې پوښتنه وکړه ، هغې ووې : دواړه لاسونه يې بندونو کې پرې سوي وو ، يوه سترګه يې وتلې ده ، خودا بله دخداى فضل ده ټپ يې جوړشوى سبا ترې پټۍ لرې کوي . دچاى پياله يې کېښوده په مخامخ غټه هنداره يې سترګې نښلو لې وې ، ټول غلي وو، يوازې راډيو وه چې غږېدله .يو دم له راډيو ديوې امريکايي مېرمن اواز له ژړا سره راووت ، ټول ځير شوو ، ددې ميرمنې خاوند دکويټ په جګړه کې چېرته چې يورا نيمي وسلې کارول شوې وې ، برخه اخسته وه ددې دنوې پيدا شوې لور پر مخ دهمدغو يورانيمي وسلو ا غيز شوى و اوپر مخ يې دوه درې توردا غونه پيدا شوي وو. هغې په ډېرې خواشينۍ او ژړه غونې غږ وويل : که سبا مې لور په هنداره کې خپل داغونه وګوري اورانه وپوښتي څه ځواب به ورکوم ؟. دنرګس مور په اوتر نظر نرګس ته وکتلې او بيا يې مخا مخ هندارې ته سترګې واړولې ولړزيده ، دنرګس په سينه يې سر کېښوداوداسې چيغه وويسته چې دټولو پښې يې سستې کړې . ١٣٧٨ – ٩-١٨ – کابل دفتح الله کلا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو 3 تنه تښتول شوي افغانان خوشي كړل", "output": "طالبانو هغه دري تنه افغان كا� �كوونكي چې،نږدې دوه مياشتې وړاندې دنيمروز پرلاره تښتول شوي ول،خوشي كړل.يوتن ذبيح الله مجاهد چې،ځان دطالبانو وياندبولي بينوا ويپاڼې ته وويل: دغه دري تنه افغان كاركوونكي تيره شپه دنيمروز په ولايت كې ددغه ولايت سيمه ايزو قومي مشرانو ته سپارل شوي دي.د مجاهد په وينا تښتول شوي كسان د قومي مشرانو دپر� �پسي غوښتنو اوهغوى سره دخواخوږۍ پرموخه خوشي شوي دي.دغه دري تنه افغانان له خپلو دوو فرانسوي همكارانو سره يوځاى طالب وسله والو تښتولي ول.چې، طالبانو دفرانسوي وكړيو دخوشي كيدو په بدل كې له افغانستان څخه د دغه هيواد دسرتيرو دويستلو غوښتونكي شول،خو لږوخت لا نه و تيرچې، لومړى فرانسوۍ ميرمن او ورپيس ف� �انسيو سړى خوشي شول.خو طالبانو په هغه وخت كې د دغو افغانانو دخوشې كيدو په اړه رسنيو ته له ډير څه ويلو ډډه وكړه.چې دا دى دطالبانو دادعا پربنسټ افغان كاركوونكي هم خوشي شول،تراسه ددغو كاروكونكيو دخوشي كيدو پخل� � دافغان دولت له لورې په رسمې توګه نه دى شوى.دغه پنځه سره كسان دهغې ټولنې كار كوونكي ول چې،په افغانستان كې دماشومانو دحقوقو لپاره يي كار كاوو. جعفر هاند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جاسوسي په تور دوه تنه وژل شوي دي", "output": "طالب جنګياليو تيره شپه د دوو جلا بريدونو پر مهال کندهار او لوګر کې امريکايانو ته د جاسوسى په تور دوه تنه افغانان وژلي دي . يو طالب وياند ډاکتر حنيف له نام الوم ځاى څخه ويلي ، چې د ارزګان د دهراود اوسيدونکى حاجي سيد محمد تيره شپه د کندهار ښار د ننه د ښکار پور سيمه کې د عبدالله پلازا ته نيږدې د طالبانو په يو کمين کې او د لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ اوسيدونکى سنګين د خپل کور سره د طالبانوپه يو وسله وال بريد کې ووژل شول .افغان امنيتي چارواکي تر اوسه په دې هکله رسمي وينا نه لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "داغونه په ګوګل مې لګوي او رانه ځيډېوې مې د زخمونو بلوي او رانه ځيد ژوند هستي مې ټوله ستا له سترګو نذرانه شهپه تلو كې چې يې بيا لا جنګوي او رانه ځيپرهر- پرهر ټټر كې مې يو ستا انځور- انځور دىانځور مې د خيالونو جوړوي او رانه ځيشېبې شېبې ژوندون مې انتظار ستا د راتلو كړيشېبې د انتظار مې اوږدوي او رانه ځيډالۍ راته د مينې په پښتون نظر كې راكړياحساس مې په غزلو اړوي او رانه ځي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غني خان؛ د پښتو ادب ځلاند ستورى", "output": "بهاالدين بها، ننګرهارلوى غني، شاعر، مجسمه جوړوونكى، پوه، اديب، سياستوال، د مينې، سولې او روغې جوړې خاوند، د باچا خان د زړه سر، له نړۍ څخه وكوچېدو، خو د هغه د خپلې ژبې، خاورې او خپل كلتور او د هغه خدمتونه به دى تل ژوندى ساتي. داى دلته يې شجره او ادبي هڅې په لنډ ډول معرفي كېږي:د 1914م كال د ډسمبر په مياشت كې د پښتونستان د اشنغر د ?زړ? په كلي كې د خان عبدالغفار خان په كور كې يو ماشوم پيدا شو، چې دغه ماشوم د پښتني ادب يو ځلېدونكى ستورى و. دا ماشوم غني خان و.د ښاغلي غني يو ملګرى ليكي چې غني خان په كوچنيوالي كې ډېر ښكلى او د مور و پلار ډېر نازولى و، په غاړه يې د سرو زرو درنه اوږۍ او په ښي غوږ به يې د سرو زور والى و، خو د قدرت اراده نه وه، چې د غني د ناز دا موده نوره هم اوږده شي. غني له پيله له سختيو او ربړو سره ګير و، نو ځكه د پنځو كلونو په عمر د مهربانې مور له غېږې څخه بې برخې شو. مور يې په ځوانۍ كې د وبا په ناروغۍ وفات شوه، دى او كشر ورور يې ?ولي خان? د درې نيمو كلونو او يوه خور يې ?سردارو? د اتو مياشتو په عمر بې موره شول. په دې وخت كې غفارخان د پرنګيانو حكومت له خوا په درې كاله بند محكوم شو. نو د درېيو ماشومانو روزنه د دوى انا، د باچاخان وور ته ورترغاړې شوه. د وخت زړه لا هم سوړ نه شو، د باچاخان مور هم په حق ورسېده. نو غني، ولي او خور يې له سرپرست څخه بې برخې پاتې شول. غني خان لومړنۍ زده كړې په هغه ازاد قومي ښوونځي كې پيل كړې، چې باچا خان او د هغه د وستانو د غريبو هلكانو لپاره په ?اتمانزو? كې جوړ كړى و، زده كړې څه له پاسه په كې وړيا وه. باچاخان ځكه خپل زامن د غريبانو ښوونځي ته واستاوه چې خلك ونه وايي چې باچا خان د خپلو او د نورو د زامنو ترمنځ توپير كوي، خپل زامن معتبر او غوره ښوونځيو ته بيايي او د نورو زامن د غريبانو ښوونځي ته لېږي. په هغو ورځو كې د باچا خان دا خيال و چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځكه يې په غني خان اووه كاله عربي دوديز علوم ولوستل. باچا خان ډېر وخت له جېل كې بندي و او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنګ د تبليغ لپاره په دوره وتلى و. غني خان لسم ټولګى په بري سره پايته ورساوه، وروسته د ډهلي جامعه مليه مدرسې ته لاړ. دا هغه وخت و چې په افغانستان كې د سقاو زوى باغي شو او باچا خان د خپل ورور ډاكټر خان په مشرۍ يو طبي پلاوى افغانستان ته ولېږه، اووه ډاكټران او دېرش نور زليمان په دې پلاوي كې شامل وو (غني خان په كې و) خو انګرېزان د دې ډلې پاسپورټونه تر هغه وخته وځنډول چې د افغانستان پاچا تاخ او تخت پرېښودل او د كندهار له لارې بهر ته لاړ. غني خان د څوارلسو كلونو په عمر په بمبيي كې د لندن په نيت د اوبو بېړۍ ته وخوت او همغه ورځ يې خپل لومړى شعر، د تسلي په نامه وليكه. د انګلستان په ازاد چاپېريال كې د غني خان ناياب ښايست د هغه لپاره يو لوى مصيبت شو، چېرې چې به چې ته، نو انګرېزۍ نجونې ورپسې وې او سبق ته يې نه پرېښود، په پاى كې د لندن يوه فلمي لوبغاړه ورباندې مينه شوه، چې ډېره ښكلې وه. باچاخان خبر شو او حكم يې وكړ چې سم له لاسه دې امريكا ته لاړ شي، غني خان امريكا ته لاړ او په لويزيانا ايالت كې په زده كړه بوخت شو. عبدالغفار خان بيا بندي شو او له دې سره د غني خان ژوند بيا له تريخوالي سره مخ شو او په ژوند كې يې ډېره ګډوډي راغله، په ځانګړې توګه اقتصادي تنګسې ډېر راګير كړ. غني خان د خپلې سيمې په باره كې وايي: د سيند د سپينو شګو نه مې جوړ كړلو محلدې ټول خرګي جان ورته حيران حيران كتلقالين مې په كې خور كړ، د سرو پاڼو د ګلاباوچت يې دېوالونه د سازونو د ربابيوازې زه پادشاه ومه په سر مې تاج د غم په خوا كې مې دلبره وه، موسكۍ سترګې پُر نم رښتيا هم، د غني خان ژوند هغې دوه لارې ته رسېدلى و، چې يوه لار ټولنيز يا سياسي ډګر ته تله، بله لار د غني د سپېڅلي طبيعت، فطرت، ادب او ښكلا دنيا ته.هغه په 1945م كال د سياست ډګر ته د تلو هڅه وكړه، په مركزي پارلماني انتي بيرو لپاره ودرېدو ځان يې كانديد كړ. د ده په وړاندې درې ډلې ولاړې وې.باچا خان د ?زلمي پښتون? غورځنګ وځنډاوه. د 1948م كال د جولاى په څلورمه نېټه د شپې پر يوه بجه د پاكستان حكومت له خوا ونيول شو. دا مهال په پښتونستان كې د پاكستان سخت تشدد او ظلم روان و، ډېرې ازادۍ غوښتونكې پښتنې مېرمنې كونډې، واړه يتيمان، زاړه بنديان او زلميان ووژل شول. غني خان شپږ كاله په زندان كې تېر كړل. ده په زندان كې هم شعرونه ليكل، دى د هريپور په بنديخانه كې بندي و، د خپل كتاب په پاى كې داسې ليكي: كتاب خلاص شو، خو شعرونه ډېر پاتې دي، خير بيا په چېرته څه غم وكړو، ژوند هم عجب شى دى. وايي چې تر بند وروسته چا غني خان ته وويل: ته او قافلې يې سره ډېر بد ګير كړي يئ.د دې لپاره چې د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افكارو باندې څه ناڅه رڼا واچول شي، نو غوره لار دا ده چې د ده خپل كلام ته ځير شو او ويې لولو. اانسان د غني په نظر ډېر لوړ مقام لري، دى ان د كايناتو او موجوداتو مطلب او اروا انسان ګڼي او بې له انسانه اسمان هم بې مانا ويني:څنګه ملامته زه په ګناه شم چې وس قسمت او تدبير د بل دىڅنګه ستومانه زه په خندا شم خوب دى د بل او تعبير د بل دىغني خان د عارفانو په څېر د انسان زړه د خداى كور ګڼي او ديوه مفكر انسان په توګه خپل خداى، نه په جومات كې لټوي، نه په مكه كې. بلكې په خپل زړه كې يې مومي او وايي: په جومات كې مې ونه موند، په مكه كې رانه ورك شو خداى مې زړه كې راپيدا شو، چې مې مخ د يار كړ ښكلغني خان خپل فكري مشكلات داسې بيانوي: خدايه! عقل چې و، زړه دې ولې راكړ؟په يو ملك كې دوه خودسره پادشاهانپادشايي او فقيري دې ولې يو كړه د ژوندون په هره ساه كې مرګ پنهان د خپل خداى مينې ده ته دومره جرئت وركړى، چې رندانه خبرې كوي، لكه: ما به شمع شمع كړله تا كه جوړ رانه پتنګما د قصده وې ملنګ يم ما رښتيا كړمه ملنګما پېښې كړې د تورزنو تا مې كور له راوړو جنګزه خو غږ كولاى نه شم په ګيلو ته خپه كېږې.غني خان او ژوند:غني خان ډېر خوشبين دى او ژوندون ته په ډېر اهميت قايل دى، د ده په نظر ژوند حركت او وړاندې تلل دي، پاڅېدل، غورځېدل او د ستونزو په وړاندې مبارزه كول دي، يا بالاخره اروايي خوشحالي ته رسېدل دي، دى وايي: چې خمار مستي ترې وځيشراب ښې ترخې اوبه ويچې سرور غرور يې نه ويدا ژوندون، ژوندون د څه ويچې په ژوند كې سخته نه ويلكه بې مالګې طعام چې په خوله كې خندا نه ويلكه ډك د خاورو جام ژوند كه تل فرني څټل ويدا خو سپى هم شي څټلاىكه تش نسل زياتول ويدا غويي هم شي كولاىژوند نه خېټه نه ماڼۍ دىنه ډېرى د سرو لالونو نه ياران، نه معشوقې دىنه باغونه د ګلونو.نو د غني خان له نظره ژوند څه دى، داسې ځواب وايي: ژوند خو تله دى يو په مخه غورځېدل او پاڅېدل ديټكى سوز او ټكى ساز دىڅه خندل دي، څه ژړل ديغني خان او كورنۍ:غني په خپله كورنۍ كې تر هرچا زيات د ننګيالي پلار عبدالغفار خان درناوى د ځان فرض ګڼي، كله چې يې پلار د انګرېزانو په جېل كې پروت و او غني خان ته يې يو له ګيلو ډك ليك ليكلى و، غني خان په ځواب كې دا بيتونه ورولېږل:بابا تهستا خطونه ټول زما سر ته پراته ديزه يې لولم هره شپه دوبار دوباره كله خاندم، كله ژاړم، لېونى يم اى زما په بند كې پروت غريبه پلاره نه، نه ته نه يې غريب ډېر لوى يې اوچت يېمصيبت هم ستا عزت دى عزت داره خداى به رحم و په تا باندې لږ كړىبل ښه زوى به يې و كتلى ستا دپاره چې تا كې كوم جوهر دى ما كې نه شته ستا نېكي زما بدي دواړه بېشماره ته سلار يې د كاروان په نېغه لار ځېزه كوږ ځغلم لكه اوښه بې مهاره ستا د زړه فوارې ډكې د مينېزما زړه دى وچ كوهى نه لري داره وهم منډې تا پسې خو ته هم ليرېوينم ستا ايله ايله د پښو غباره پروا نه شته كه په منډو منډو مړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره.غني خان خپل كتاب چې په انګرېزۍ ژبه يې ليكلى، خپل ګران پلار ته داسې ډالۍ كوي:I dedicate this book to the first pathan I knew and the first I have know my father.?زه دا كتاب هغه لومړني پښتون ته ډالۍ كوم، چې زه يې پېژنم، تر ټولو غوره انسان ته چې ما پېژندلى يانې زما پلار ته?قوم او غني خان:غني خان له خپل قوم سره ډېر لېونۍ مينه لري او تر هر ولس يې پښتون ولس زړه ته ډېر نژدې دى. غني خان په دې چې په پښتون ولس كې پيدا شوى، د خداى شكر داسې پرځاى كوي:خدايه! شكر چې پيدا دې له دې قام كړمد پښــتون د نــر وجـــود دې يو اندام كړماو چې خړمخى پښتون ورور يې غېږې ته ورشي نور يې نو د دنيا ټول ښايست هېرېږي. غني خان وايي: سر څه د سپي سر وي چې فدا نه وي په قامنر څه ښځونى وي چې شيدا نه وي په قامپه بل ځاى بيا وايي:ستا دا لاس د قسمت لاس دىورانول، جوړول دوى كا د فرعون د كور په شانېدا حصار خاورې ايرې كړ پاڅه وښيه دنيا ته د پښتون د بچو ننګپاڅه واوروه شغال ته د ويستلو تورو شرنګغني خان او هېواد:غني خان له خپل هېواد سره هم د زړه له كومې مينه لري، نو ځكه وايي: ما ليدلي محلونه د لندن ديجينكۍ مستې ازادې ګلبدن ديما ليدلي د پيرس ښاپېرۍ ښكلېپه كردار ګفتار خوږې لكه بلبلېما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګلو د ډهلي ښكلي ښارونه د مغولو خو چې ووينم زه خپل د خټو كوررانه هېر شي محلونه ښايسته نوردا نرۍ تنګې كوڅې زما د كليورته څه دي د دنيا ښارونه ښكليچې خړمخى ورور پښتون مخې له درشيدرنه هېر به ټول ښايست د بحر و بر شيد غني خان ترانهاى زما وطنه! د لالونو خزانې زما ستا هره دره كې دي د تورو نښانې زما زه يم ستا د خاورې ته زما د مينې جوړه يېته مې د غيرت او د پښتو رنګيني جوړه يېته مې د نيكه او د بابا د وينې جوړه يېستا زړه كې ويدې دي ټولې تللې زمانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما سترګې مې لوګۍ شه ستا د خاورو د كورونو نه عقل مې ايرې شته ستا دپاره د فكرونو نه ځار شمه قربان شم ستا د غرونو د سيندونو نه ستا هره دره كې دي د تورو نښانې ما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما ستا عزت چې نه وي زه به نوم او عزت څه كړمه ته چې خوار و زار يې زه به خوب او راحت څه كړمه ستا سر چې وي ټيټ، نو به زه شان او شوكت څه كړمه مسته به دې خاوره كړم په وينې مستانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما يا خو به دې سيال كړمه وطنه د جهان يا به ستا په پښو كې تورې خاورې كړمه ځان زه به دړې وړې شم خو تا به كړم ودان نر يمه پښتون يم تا ته يادې افسانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما دهوسۍ مجلې څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تولسې د افغاني پيغلي ژوند له خطر سره مخامخ کړ", "output": "مروه چې ٢٢ کاله عمر لري او د وزيراکبر خان په روغتون کې يي لاس په غاړه پوري ځوړند ده وايې :هغه مهال يې د ايشيدلو اوبو چايجوش پر لاس و� � چپه شو کله چې يي د طلوع ټلويزيون څخه د هندي ډرامي (يو وخت خواښي هم ناوي وه) ننداره کوله دا هندي � �رامه چي د لمړي ځل لپاره يي په افغانستان کې په ډير کم وخت کي ډير لوي شهرت تر لاسه کړي ډيري کورني يي د ليدو � �يواله دى. دا ډرامه له هندي ژبي د يو ډلي افغانو ژباړونکو له خواه لمړي په دري ژبه ژباړل شوي او وروسته بيا (دوبله ) او ننداري ته وړاندي شوي ده . ديادوني وړ ده چې د کابل ښار په ګڼو واټو کې سوداګريز ډيري توکي د دي ډرامي د وتلي څيري تولسي په نامه خرڅولو ته وړاندي شوي او مينه وال يي هم د اخيستو ليواله دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښځه دانسان په حيث ( د ميرولي جان لکڼوال لیکنه )", "output": "ميرولي جان لکڼوال� �ک نه شته چې لوی څښتن ښځې اونارينه دواړو ته دانسان لفظ کارولی يانې دواړه يې انسانان بللي همدا لامل دۍ چې د دواړو په اوږودټولنې له خوا يو لړوجايب وراچول شوي دي ،لوی خدای (ج) په قران کريم کې ددواړو له پاره د ياايهاا� �ناس اوياايهاالذين کلمې کارولي دي له دې په ښکاره ډول جوتيږي چې دښځې حقوق دبل هر دين او مذهب په نسبت په اسلام کې خوندي اوساتلي دي هغه حقوق چې داسلام مبارک دين ښځې ته ورکړي په بل هېڅ دين او مذهب کې يې سارۍ نه شوليدلۍ ،همدا داسلام مبارک دين و چې ښځې يې دجهالت له تورتورتم اوظلم څخه راوويستې اوبالاخره يې دهغوی دژوند هر اړخ ته جدي اوځانګړي پاملرنه وکړه ،ګورو چې دجهالت په موده کې به جونې ژوندی ښخيدې او دهغوی زيږيدنه به دکورنۍ له پاره دشرم او عار ځای ګڼل کېده ،په لنډ ډول دهغوی ژوند نه و خوندي نورحقوق يې لا څه .خوکله چې داسلام دمبين دين زرينې وړانګې دنړۍ پرګوټ ګوټ ولګيدې نوورسره ټول بشريت دژوند په راز او اغزاز وپوهيده ،ښځې چې دجهالت په دورکې پوره م حکومې او دهر ډول حقوقو څخه بې برخې وې داسلام په راتګ سره دهغوی ټول حقوق خوندي او محفوظ شول ،په ټولنه کې دوی ديوعالي اوممتاز مخلوق په حيث ځای ونيو دا چې څوک يې له حقوقو تېرۍ او سرغړونه کوي دا په دې مانا نه دی چې ګواکې اسلام ترې حقوق اخيستي بلکې ددې مانا داده چې ټولې نمګړتياوې په انسانانو کې دي نه په اسلام کې .داسلام مبين دين يو داسې بشپړاوهر اړخيز دين دی چې په هغه کې هېڅ ډول نمګړتيا وجود نه لري ،بلکې لوی خدای(ج) په خپله داسلام دين هراړخيز او کامل بللی ،کله چې لوی څښتن اسلام کامل اوبشپړ دين بللی نو دنمګړتيا پيدا کول په کې هېڅ ځای نه � �ري داچې ځيني خلک چې داسلام له حکمت اوبرکت بې خبره دي داسې پوچ تبليغات کوي چې ګواګې اسلام ښځه له حقوقوبې برخې کړي ده ،دا ډول خلک له يوې خوا له اسلامه بې خبره دي او له بلې خوا لمر په دوو ګوتو پټوي .تاسوله اسلامه دم خه ټول اديان اومذاهب له نظره تېرکړی اوبيا په هغوی کې دښځو حالات وڅيړۍ نودرته مالومه به شي چې هغه مهال ښځوکوم ډول ټولنيزموقف درلود اوکوم ډول حقوق يې خوندي او ساتلي و ،دلمر په څېر په يوځلانده شي ړوند قضاوت کول پرته له دې چې انسان دلمر له رڼا سره کرکه اونفرت لري بله مانا نه لري تاسو وګورۍ داسلام ستر پيغمبر دښځو دحقوقو په خوندي کولو اوساتلوکې څومره جدي و،هغه په خپل ژوندانه کې له درو شيانو سره زياته مينه درلوده چې يو له هغې څ خه يې خپلې ميرمنې هم وې ،هغه مبارک به نارينه دخپلو ميرمنو سره په غوره او نېک چلن مجبورول تر څوهغوی په ټولنه کې ځان دحقير مخلوق په حيث احساس نه کړي ،هغه مبارک تل په دې ټېنګار کاوو چې داانسانې ګډه جوړه بايدپه پوره صميم يت اوخواخوږۍ کې ژوند وکړي ،اسلام په کور کې دجونې پيداکيدل رحمت ګڼلی په داسې حال کې چې له اسلام دمخه دجهالت په دور کې جونې دشرم اوعار منبع بلل کيدې ان تر دې چې هغه مهال جونو ته دانسانيت په سترګه نه کتل کيدل خو داسلام دم بين دين په راتګ سره نه يوازې دا چې دوی د رحمت منبع وګڼل شوې بلکې د هغوی هر ډول بشري اوانساني حقوق يې د تل له پاره خوندي او محفوظ کړل په اسلام کې هېڅ قصورنه شته انسانه څه چې ګورې دا د عقل نمګړتيا ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل ښار ختيځ کې ځانمرګى بريد شوي دي", "output": "نن سهارد٨ نيمو بجو شاوخوا کابل ښار ختيځ د ده سبز ولسوالى د (شنه ښارګوټې )سره دکابل- بګرام سړک اوږدوکې يو ځانمرګى بريد شوى دى چې له امله يې يو ولسى وګړى او په خپله ځانمرګى وژل شوي دي دغه بريد په يو کرونا موټر کې رامينځ ته شوي دي . د عينى شاهدانو په ويناددغه بريد موخه د ناتو ځواکونه وو .په دې اوړند تر دم ګړى رسمى وينا نشته ، او سيمه د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له خوا تړل شوې ده .په سيمه کې يو امنيتى چاراکى بينوا ته چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه وکړه وويل په دغه بريد کې د بهرنيو ځواکونو يو عسکر ټپى شوي دي. د کورنيو چارو زارت وياند له بينوا سره د پېښې پخلى کړى او وايي بهرنيو ځواکونو ته په کې مرګ او ژوبله نه ده اوښتې او په دې اړوند پلټنې پيل شوي دي. ده وويل يوازې ځانمرګى او يو تن لاروى په پېښه کې وژل شوي دي .طالب جنګياليو ددغه بريد پړه منلې او د دوى يو وياند قاري يوسف وايي چې دغه بريد ديو طالب له لورى چې شيراغا نوميږي او د شمالى اوسيدونکى دى ترسره شوي دي. طالب وياند د لا ډيرو بريدونود ترسره کولو ګواښ وکړ او له ټولو بهرنيانو يې وغوښتل چې افغانستان پريږدي . ده ادعا کړې چې په دغه بريد کې ٦ تنه کاناډايى عسکر وژل شوي او دوه فوځى موټر له مينځه تللي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې چاودنه شوې", "output": "د خوست د امنيتى چارو امر محمد زمان د خوست ښار په ختيځه برخه کې د ايتلافى ځواکونو قرارګاه ته نيږدې نن مازديګرديوې چاودنې پخلۍ کړى او وايى چاودنې مرګ ،ژوبله او زيان نه درلود او اتکل کيږى چې د ريموټ کنټرول له مخې ترسره شوې وي . د چاودنې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او نه يې کومې ډلې پړه پر غاړه اخيستې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جرمن دفاع وزارت : زمونږ کتار د طالبانو موخه نه وو", "output": "د آلمان دفاع وزارت نن غرمه خبر ورکړ چې د کندز په ولایت کې تر سره شوي انتحاري حمله د دوي په سرتیرو نه وه تر سره شوي بلکه برید کونکي ملکي کسان په نښه کړي ول .په دې برید کې یو ملکی کس او په خپله برید ګر وژل شوی دی . د کندز د پولیسو په حواله چې دا برید د آلمانی سوله ساتونکو سرتیرو له کتار څخه یوازي ۳۰ متره لري تر سره شوی وو. طالبانو د برید مسولیت پر غاړه واخیست او برید کونکی یې افغان وګړی په ګوتو کړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سيلابونوبغلان کې ٧ تنه وړي اوخلکو ته يې زيان رسيدلۍ", "output": "تيره شپه د بغلان ولايت د خوست ف� �نګ سيمه کې توند سيلابونه راوتلى ، چې له امله يې ٧ تنه ولسى وګړى تري تم شوي دي . سيلابونو په لويه کچه په سيمه کې د کر ځمکې او هستوګنې کورونه لاندې کړي چې له دې امله يې ډير زيان خلکو ته رسيدلۍ دى. تراوسه پورى ځايى اوسيدونکو يوازې د٢ تنو مړي پيدا کړي او ٥ تنه لا هم لادرکه دي . سيلاب ځپلو سيمو او خلکو ته د دولت له لوري م� �ستې نه دي رسيدلې او اوسيدونکى ګيله کوي چې ولايت ورسره هيڅ مرسته نه ده کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لبنان په پارلماني ټاکنو حريري ګټونکى شو", "output": "د سعد الحريري په مشرۍ د لبنان واکمن ګوند په دغه هېواد کې يک شنبې ورځې په ټاکنو کې د خپل برياليتوب جنش ونيوه. چارواکو منلې چې د رايو د پايلو له مخې د سو� �يې ضد د حريري ايتلاف د حزب الله ګوند او د ميشل عون په مشرۍ د هغه اصلي متحد ته يې ماتې ورکړې ده. څارونکي وايي: د تاکنو پايلې د ايران او سوريې لپاره چې دواړه د حزب الله پلويان دي يو شوک شمېرل کېږي. له بلې خوا دا د امريکا د متحدو ايالتونو، سعودي عربستان او مصر لپاره د خوښۍ عامل دى چې د الحريري په مشرۍ د مارچ د څوارلسمې په نامه د سويې ضد له ايتلاف ملاتړ کوي. د لبنان د پخواني لومړي وزير رفيق الحريري ځوى سعد الحريري د خپلې ډلې برياليتوب د لبنان لپاره برياليتوب وباله. په مخکيني پارلمان کې د مسيحي استازو د ډلې مشر ميشل عون لپاره د رايو پاي� �ه يو دردوونکى پشاتګ شمرل کېږي. په همدې حال کې اټکل کېږي چې په لبنان کې د ملي يووالي يو دولت رامنځته شي. حزب الله او د هغه متحدين ټينګار کوي چې په دې دولت کې هغوى ته د ويټو حق ورکړل شي. دغه غوښتنه په تېرو دوو کلونو کې په لبنان کې په يوه کړکېچ بدل شوى و، او په بيرت کې د کوڅه په کوڅه جګړو لامل شو، چې وروسته د قطر په منځګړيتوب دغه کړکېچ پاى ته ورسېد."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عبدالحکیم منیب دارزگان والي شو.", "output": "دولسمشر کرزي دیوه فرمان له مخې عبدالحکیم منیب چې دطالبانو دوخت یوه وتلی طالب چارواکی وه دارزگان ولایت دوالي په حیث مقرر شوی نومړي تیر کال داساسي قانون په لویه جرگه کې هم برخه لرله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دایساف دځواکونو په مرکز کې مسجد جوړ شو.", "output": "بینوا ته دایساف دځواکونو له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د کندز په ولایتي بیارغونې ټیم یا PRT په مرکز کې یو مسجد ددې لپاره چې ١� �٠ مسلمان کورني کارکونکي پکې خپل عبادت وکړي جوړ کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزی آلمان ته روان شو، لویې لاري د ترافیکو پر مخ وتړل شوې", "output": "میرویس جلالزی افغان ولسمشر حامد کرزی به تر څو محدودو شیبو کابل د برلین په مقصد پریږدي. نن د یکشنبې په ورځ هوايي ډګر ته غزیدلي لویه لاره د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه او زرګونو تنه کابل ښآریان چې روغتونونو، کار ځآیونو او خپلو کورونو ته روان ول د صحت عامې په څلور لاري کې، د هوايي ډګر په څلور لاري کې، د وزیر اکبرخان په سیمه کې په موټرو کې ګیر پاتي دي. ولسمشر کرزي ته یوې نږدې سرچینې وویل چې حامد کرزی به تر یولسو بجو پوري له کابل څخه والوزي او ورسره یې د کابینې یو شمیر زاړه او نوي وزیران هم په دغه سفر کې مله دي. ویل کیږي چې حامد کرزی به نن شپه د جرمني له صدراعظمي او نورو چارواکو سره وګوري او وروسته به د لندن د کنفرانس په لور حرکت وکړي. دغه کنفرانس د جنورۍ په اته ویشتمه نیټه په لندن کې پیلیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صدام حسين له القاعده سره اړيكي نه درلودې", "output": "ايوب احمدزى له القاعده شبكې سره د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين د رسمي اړيكو هيڅ نښه نسته، دا د هغه راپور پايله ده چي د امريكا د متحده ايالاتو سنا مجلس خپور كړى دى.د جمعې په ورځ د سنا مجلس د پوهاوي كمېټې د سي آى آې شبكې د ۲۰۰۵ م كال يو راپور خپور كړ چي د صدام حسين او القاعده غورځنګ تر منځ اړيكي يې � �دولې.د متحده ايالاتو ولسمشر بوش ويلي وه چي د عراق تر جګړې مخكي په دغه هيواد كي د ابو مصعب الزرقاوي شتون له القاعده سره د صدام د اړيكو يوه نښه ده.په سنا مجلس كي د دولت مخالف ديموكرات نماينده ګان وايي د دې � �اپور له مخي د ولسمشر بوش لپاره پر عراق د يرغل كولو جواز كمزورى كېږي.په واشنګټن كي د بي بي سي د يوه خب� �يال په وينا د امريكا ولسمشر په وار _وار هڅه كړې پر عراق يرغل ته چي ډېرى امريكايان يې تېروتنه ګڼي له تروريزم سره د مبارزې رنګ وركړي.د سنا مجلس دا راپور په داسي وخت كي خپرېږي چي ولسمشر بوش د سپټمبر د ۱۱ مي د پنځمي ك� �يزي په اړه خبري كوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دېـــــــــــــوال پــــــــــه وړانــــــدې ( له Die Zeit څخه )", "output": "لېکونکی ياشکه فيشر له Die Zeit څخه د پاکستان بحران د غربی سياست له پاره له عيبونو ډکه غيبګويی (وړاند وينه) ده. ثبات د ديکتاتور د ملاتړ له لارې لاس ته نه شی را تلای. زموږ په شان خلک به د فريد ريش شيلر د اشعارو له لارې په دې پوهېدل چې په لرغونی بابل کښې به يې تياره پېښې په ديوال باندې د اورنۍ ليکنې په واسطه اعلانولې. په اوس وخت کې ددې کار له پاره د ډيرو ستونځو ګاللو ته اړتيا نشته، بلکې په ورځنيو خبرونو باندې يو نظر اچونه کفايت کوی. موږ به يوازې دوو تيرو اونيو ته نظر واچوو: د نږدې او منځنی شرق د لمر ختو د بحرانی ليندۍ په غاړه د پاکستان په هېواد کښې د جنرال مشرف له خوا دوهمه کودتا وشوه، د همدې لويې سيمې غربی خوا ته د ترګيې د پوځی عملياتو له کبله د عراق د ستونځې د پراخېدو ډار شته، په امريکا کښې د بوش د دولت په داخل او له هغې نه د باندې نوی محافظه کاران په ايران باندې له حملې (له دريمې يا څلورمې نړيوالې جګړې – هر څوک چې هر نوم ورته سم بولی) څخه خبرې کوی، وضعه په پرله پسې توګه د ګرمېدو و او پوځيت پرخوا روانه ده او په همدې وخت کښې د يو بيلر تيلو بيه سلو ډالرو ته وخته. سړی کولای شی چې پردې حالت باندې د عراق، افغانستان، لبنان او د اسرائيلو او فلسطين ستونځمنه وضعه ور زياته کړی، تر څو چې ددې بحران وهلې سيمې د حالت زړه تنګوونکی تصوير بشپړ شی. دا ټولې پيښې او بحرانونه ددې انديښنې سبب کيږی چې کېدای شی سړئ د غربی پايتختونو او د ټولو ترمخ د واشنګټن په تحليلونو کښې رڼا، په ستراتيژيو کښې رياليسم او په کړو وړو کښې قاطعيت ونه شی موندای. دقيق له همدې څخه ځان ساتل لازمی دی او له همدې کبله د هند او مديترانی د شرقی ساحل تر منځ د سيمې خبرونه دغربی سياست له پاره د عيبونو ډکې وړاند وينې خاصيت نيسی. په دې حالت کښې شاته نظر اچول موږ ته ډير څه را زده کوی. که د ۲۰۰۱ ميلادی کال د سپتمبر د مياشتې يوولسمه نيټه د مبدا په حيث ونيسو، روښانه به شی چې له هغې راهيسې د غربيانو موقف هيڅ قوت نه دی موندلی، سره له دې چې غرب د خپلو مخالفينو په نسبت ډيرې زياتې ذخيرې، توانمندی او مشروعيتونه لری په تآسف سره ويلای شو چې د غربی سياست غلطۍ په تېرو شپږو کالو کښې د هغو د لاس بريو په تناسب وې او رښتينی پرابلم هم په همدې ځای کښې دی. د نويو محافظه کارانو له خوا د نړيوالې جګړې شورماشوردا واقعيت له خلکو پټوی چې عراق ته د ننوتلو له پاره د ولس مشر بوش د بد شګونه پريکړې را وروسته، غرب په حقيقت کښې د خپل ځان د ضعيفولو ستراتيژی پر مخ بيايی. په دې سيمه کښې غربی روان سياست په جدی توګه له داسې خطر سره مخامخ دی، لکه د ديوال په وړاندې چې موټر چلوې. ددې په عکس کله چې اسامه بن لادن د پيښو مسير څاری، کولای شی چې په شوق پخپله ګيره لاس را کش کړی، ځکه چې د پيښو انکشاف دده په لوری وده کوی. راديکاليسم، ترور او ګډوډۍ ټوله سيمه نيولې ده او د۲۰۰۱ ميلادی کال د يوولسم د سپټمبر د تروريستی حملې ستراتيژيک هدف هم دقيق همدا ؤ. د پاکستان پيښې به لږ له نږدې څخه تحليل کړو: د مشرف د نويې نظامی کودتا په واسطه، دغه اتومی ځواک د تقريبا ۲۰۰ ميليونو نفوسو سره، د ناکامه دولتی سيستم په لور د ښوئېدو خطر تهديدوی. د مشرف کودتا د ديموکراتيک او مدنی اپوزيسيون د زياتېدونکی فشار په ضد ده، نه د راديکالو اسلامستانو په وړاندې، کوم چې ورخ په ورځ په افغانی طالبانو بدليږی. فلهذا په عينيت کې دا يوه د غرب ضد پوځی کودتا ده، ځکه چې دا په پاکستان کښې د دموکراسۍ، قانونيت او مدرنيزاسيون په وړاندی رامنځ ته شوه. له دې سره يوځای دا کودتا د پوځی رژيم له ناتوانۍ څخه وزيږېده او داد نوموړی هېواد او ټولې سيمې د راتلونکی له پاره دهغه نتيجې نورې هم خطرناکې کوی. له «ناتوا نۍ» څخه دلته مقصد د مشرف او پوځی رژيم د مشروعيت ورځ په ورځ ډېرېدونکی کموالئ دی. همدا کموالی له کودتا سره زيات شو، خو کميږی نه. د دې کشمکش اصلی وړونکی به افراطيان وی. پاکستان او د هغو استخباراتو «آی، اس،آی» د کالونو را په دې خوا افغانی طالبان رامنځته کړل، هغوی ته يې تحريک او وسلې ورکړې. مګر اوس پخپله پاکستان د کوډګر د هغه زده کوونکی رول ته لويږی ، کوم چې جارو يې له کنتروله وتلې وی. ځکه چې په همدې موده کښې «پاکستانی طالبان» را پيدا شول چې د افغانستان پولو ته نږدې او په زياتېدونکې توګه د هېواد په شمالی سيمو کښې هم د «آزادو سيمو» درلودونکی دی، چې د پر شاتګ په وخت کښې ترې کار اخلی او دا انکشافات دوام لری. په دې اړه يوه مهمه او ناحله پوښتنه را پيدا کيږی چې د پاکستان په اردو او استخباراتو کښې د پاکستانی طالبانو نفوذ څومره پراخه او ژور دی؟ په پاکستان کښې د موجودو معلوماتو پر اساس د اميد دليلونه کم دی. څو مياشتې وړاندې په اسلام آباد کښې د سره جومات د قيام کوونکو پوځی ځپنه داسې څرګندوی چې په نتيجه کښې يې افراطی اسلاميستان ددې پرځای چې ضعيف شی، قوی شول- دا له هغه څخه را پدې خوا په پوځی هډو باندې د طالبانو د حملو له بشپړو سلسلو څخه له لرې څرګنديږی. همدا راز په شمال غربی ايالت او بلو چستان کښې پوځی عمليات هم يوه غلطی وه او په پوځ کښې د روحيې او مورال د له منځه تللو سبب شول. په پاکستان کښې ددې نويو انکشافاتو له مخې په امريکا کښې يو بحث شروع شو، چې تر ډيره حده د پاکستان اوسنی انکشافات په۱۹۷۹ کال کښې په ايران کښې د شاه د له منځه تللو ترمخه له انکشافاتو سره پر تله کوی. اوس هم د هغې وخت په شان د رژيم د مشروعيت نشتوالی د هغو لويه ناتوانی ده. هغه وخت هم د نن په شان غرب له رژيم څخه ملاتړ کاوه- ددې پرځای چې په مناسب وخت کښې د يوه دموکرات او مدرن الترناتيف خوا ونيسی او د کلو په اوږدو کښې د هغو په رامنځته کولو کښې مرسته وکړی. هغه وخت هم د نن په څير په دې هېوادو کښې دهغه انقلابی ناسيو ناليسم د تاريخی ځواک له پيژندلو څخه ناتوانه ؤ چې له دين څخه انرژی اخلی. اوس هم د هغه وخت په څيرد هېواد اکثريت وګړی غرب او تر ټولو د مخه امريکا ته د داسې ځواک په حيث ګوری چې د مشروعيت په فقدان ګرفتار لړزيدلی رژيم په قدرت باندې ساتی. ددې له کبله انتی امريکانيسم او د غرب په وړاندې نفرت ديوه انقلابی ناسيوناليسم په يوه بله محرکه قوه اوړی او همداسې حالت اوس په پاکستان کښې را روان دی. په هر صورت، تاريخ نه تکراريږی. دا مګر له يوه آراموونکی تشخيص پرته بل هرڅه کيدای شی، ځکه چې پاکستان د اتومی بم او د زيات نفوس لرونکی هيواد دی. که دا هيواد له نظم او کنتروله ووت، نو بيا به د ايران د ۱۹۷۹ کال انقلاب د دې طوفان په وړاندې يوازې د يوه ملايم نسيم په شان وی او افغانستان به هم د تل له پاره بايلل شوی وی. هغه پانګونه(سرمايه اچونه) چې په پاکستان کښې د سيمه ايز او نړيوال سياست په اړه کيږی، خورا زياته ده.که غرب دا جرئت او تفکر ونه کړی چې همدا اوس له ټولو ستونځو سره – سره په پاکستان کې د موجودو قانونی او دموکراتيکو ځواکونو لوری ونيسی، چې د اوسنی رژيم د مشروعيت د نشتوالی تش ځای ډک کړای شی، نو هغه وخت به لرې نه وی چې افراطی اسلاميستان به دا خلا ډکه کړی. ايران به ورته ښه راغلاست ووايی. له دې کبله هم همدا اوس د مشرف پرځای له هر هغه وکيل، قانون پوه او ژورناليست او په دې ډله کښې له زښته ډيرو ښځو سره چې د پوځی رژيم له خوا په زندانونو کښې اچول شوی دی په پاکستان کښې د غرب د ليدو او احساس وړ ملاتړ پريکنده ارزښت لری. ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بېلابېل شعرونه", "output": "په هغه شپه چه په صبا یی د گران هیواد دغیږی څخه دهجرت په سفر روانیدم وطنه شوم ناامید درنه روان وطنه زخمي کوگل ډک له ارمان وطنه په مخ روان یم شاته گورم ځکه په تاوه نوم زما روښان وطنه ته مي کورگی وې دهوس او هیلو تر تا وم تیر له سر او ځان وطنه راته ډیر گران وې او هم خوږ له هرڅه ته وې ځانگو د هر افغان وطنه خو دا حالت نور ستا زغملی نشم په اور ستی شوې او هم وران وطنه څوک د هستۍ او څوک عزت لوټوي داسي وحشت ته یم حیران وطنه مسکا د چا پر شونډو نه بریښیږي هرخوا ته غم دی او فغان وطنه دوحدت مور دي بوره شوې دلته نفاق راوستی لوی طوفان وطنه نور مي غوټۍ د هیلو نه غوړیږی هم مي گلونه شول خزان وطنه په ژړا درومم سپینو اوښکو سره یاد به دي ساتم هر زمان وطنه هیر به دي نکړم هیروی دي نشم ( زما لیلا زما ایمان وطنه ) تورغنډۍ هرات _________________________________________ سپرلیه ستا راتلو ته ما سپرلیه لاره کي ویستی انتظار دی بې صبرۍ سره سترگي مي څلور شوې په کتو کتو ستا په لیوالتیا کي هر گړۍ سره ژر کوه سینگار کړه دطبیعت ناوې راغی نوی کال بیا له خوښۍ سره فرش کړه سره گلونه د صحرا په مخ درومي چه نسیم ورته مستۍ سره گوره دجانان دراتلو ورځي دي او وزم به یې مخي ته ډالۍ سره غوښني يې له مانه د نارنج د ګل سپین سپین امیلونه غاړکۍ سره پام کوه خزانه چه بیا رانشې کړم درته عذرونه له زارۍ سره وگوره وربل کی څومره ښه ښکاري ژیړ گل د شلشمو له کوچۍ سره خوند کوي له پاسه د سرو شونډو یې څاڅکي د شبنم له سرې غوټۍ سره ٢٠/٣/٢٠٠۴)سویډن ___________________ دجهاد ثمره که د جهاد په نوم وتلی نه وای نن به زه دلته رســـــــیدلی نه وای زما نصیب کي اروپا کله وه که مي وطن ته روس راغلی نه وای بنده په خیر او شر خپل نه پوهیږی ما به تندی ورته تریو کړی نه وای کلي کي چا له اصله نه پیژندم که می ټوپک پر اوږه کړی نه وای دپلار نیکه غوندی فقیر به ومه که مي د بل چا مال خوړلی نه وای ښه چه هغوی غوندي کم عقله نه وم نن به مي دومره سود گټلی نه وای نه به می نوم اونه عزت وه داسی چه مي ولس خپل زورولی نه وای نن به زما ژوند داسی نوه راحت چي ګاونډی مي ځورولی نه وای په سياسي پنــــــــــــــا منلم به چا چه مي په وینو لاس سور کړی نه وای انگاره خوښ اوسه چي مل يې نه وې اوس به ارام روح ویده شوی نه وای نذير احمد ( انګار ) سويډن ١٣/١١/٢٠٠٢ _________________ دموروطن پیغام عالي جناب کرزي ته لمړی له هرڅه می سلام ومنه بیا مي لیکلی دا پیغام ومنه له ډیرو هیلو امیدو ځیني ډک زما ډالۍ دغه کلام ومنه دقدرت واگي نن دي ستا په لاس کي درک د وطن خپل لوی مرام ومنه دزخمي زړونو د ټکور لپاره په ځان ناخوالی او ناکام ومنه په نفس حاکم اوسه ټینگ عزم سره وجدان قاضي د ځان مدام ومنه ماضیي ده لویه تجربه که ځیر شې گینی راتلونکی خپل انجام ومنه خیر که راغلی دبادار په زور یې دقوم خدمت ته ځان غلام ومنه دخپل ټاټوبي او اولس لپاره لارکی دخیراوچت هرگام ومنه دوخت په تخت او تاج یی نشې موندی بهشت خدمت کي دخپل قام ومنه د نیا فاني ده هرڅه ځي درځنی توښه عقبی ته خپل انعام و منه خیر به دي غواړم د الله په درکي دمور دوعا سهار ماښام ومنه که دي کړې پاکي د بیوزلو اوښکي پورته بیشکه خپل مقام ومنه نذير احمد انګار سویډن ___________________________________________ دوصال شپه څومره خوږه لکه دشاتو گبین خلکه له یاره سره شپه د وصال خو زه یې خیال کي شپې رڼې تیروم کله رښتیا به شي شېبه د وصال زخمونه ټول به مي دزړه ټکور شي که را په برخه شوه تحفه د وصال لا خو کړیږم د بیلتون تیاروکي کله به بله شي ډیوه د وصال پوښتم د هجر له کاروانه ځیني را به شیي کله قافله د وصال نسیمه تاته ننوا تي درځم راوله ما باندي وږمه د وصال ساقې دوستي ته به د شا کړمه زه که شوه راخلاصه میخانه دوصال نو بیابه د میوجام ته لاس ورنوړم که یوځل نوش مي کړه پېاله د وصال انگاره ستونی مي له تندي وچ شو کله به ماته شي روژه د و صال نظیراحمد انګار _ مونشن جرمنی ٢٠_١_٢٠٠١ ________________________________"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وزيرستان:په گرځند ټليفون اوټنګ ټکور بنديز ولگيد", "output": "په قبايلي سيمه خيبر اجنسۍ کې په م وبايل ټليفون او د ساز او سرود د سيډي گانو په پير او پلور نوی بنديز لگول شوی.قبيالي طالبانو د پاکستان په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د گرزځنده ټليفون په استعمال او د سازو سرود په تر سره کولو سخت بنديز � �گولی .د تحريک طالبان پاکستان ډلي مرستيال مولوی فقير محمد ويلي که چيرته له چا سره دا ډول سيډي گاني او يا هم ګرځنده ټليفون وليدل شي نو سخته جزا به ورکړي .دا گام وروسته تر هغه پورته کيږي چی پاکستاني دولت � �ه قبايلی طالبانو سره د نوي مذاکرې لار خپله کړي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کي دعلامه بابا (رح) دوهم تلين ولمانځل سو", "output": "خليل الله سروري - کندهاريكشنبه د روان لمريز كال د لنيدۍ د مياشتي ١١مه چي د ډسمبر د مياشتي د ٢مي نېټې سره سمون لري په كندهار كي د علامه بابا (رح) دوهمه تلينه د يوې مشاعرې په ترڅ كي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست د غونډو په دالان كي ولمانځل سوه. لمړى د قرآن عظيم الشان ختم د علامه بابا (رح) په مزار كي له ١:٣٠ څخه تر ٢:٣٠ پوري د خاتمې او دعاوو په و يلو سر ته ورسېد.وروسته د ختم گډونوال، فرهنگيان او فرهنگپال، د علامه بابا(رح) مينه وال او دوستان په گاډو كي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست ته ورسول سول.او غونډه د ماپښين پر ٣:٠٠ پيل سوه، چي دا غونډي درې برخي درلودې.لومړۍ څېړنيزه برخه وه چي په هغه كي د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي پرانيستونكې وينا وكړه، وروسته د علامه رشاد ا كاډيمۍ مشر څېړنمل انجنير شېرشاه رشاد د علامه رشاد اكاډيمۍ يو كلن راپور وړاندي كړ او په دغه لړ كي يې د علامه بابا (رح) د دوهمي تلينې په اړه د لاندي شپږو اثارو د چاپ ژمنه وكړه. د نواب احمد خان بنگښ او د هغه كورنۍ د كندهار تاريخي ياداښتونه (دوه ټوكه)په گلش روه كي د بابوجان منتخبات نثر نه دي حضرت ابوبكر صديق (رض) ملي اتل غازي محمد اكبر خان حافظ رحمت خان بړېڅىوروسته له دې د كندهار دروند ليكوال او څېړونكي ښاغلي عبدالمالك همت د علامه بابا(رح) د كره كتني د اُصولو په اړه وينا وكړه، چي په دې سره لومړۍ برخه پاى ته ورسېده.د غونډي په دوهمه برخه كي د علامه بابا (رح) په اړه شعرونه او آزاد شعرونه لاندي شاعرانو وړاندي كړه: ښاغلي عبدالمجيد بابي، استاد حيات الله رفيقي، استاد فضل محمد پنهان، ځوان شاعر سعيد لودين، عبدالقديم پتيال، احسان الله جرس، غلام سخي نوريوال، حبيب الله آغا، محمد سرور حسنيار، قدرت الله لېوال، حبيب الله قلم مل، احسان الله درمل او نورو شاعرانو خپل شعرونه وا ورول.د غونډي په دريمه برخه كي تنكيو زلميانو د علامه بابا (رح) شعرونه يو په بل پسې ډيكلومه كړل چي په پاى كي د هيواد تكړه ليكوال، څېړونكي استاد ډاكټر عبدلرزاق پالوال غونډه و ارزول او غونډه د دعايې په ويلو سره د ماښام پر ٧:٣٠ پاى ته ورسېده. دعلامه رشادبابا ددوهم تلين دعکسونو البم له دې ځايه وګورﺉ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خصوصي بانک یو مامور وتښتول شو", "output": "میرویس ج� �الزی رپوټونه وایې چې د هرات په ولایت کې تیره شپه د یو نادولتي بانک یو عالي رتبه مامور تښتول شوی دی . هلته د پولیسو د عامه اړیکو یو مشر عبدالمطلب راد بینوا ویب پاڼې ته وویل چې دا کس د افغانستان د پرمختیايي بانک مامور وو . ویل کیږي دا کس پینځو تنو وسله والو د هرات ښار له هاشیمي نومي سیمي څخه تښتولی دی . تر اوسه د دې پیښي مسولیت چا پر غاړه ندی اخیستي .له دې دمخه د هرات له ګلران ولسوالۍ څخه بیا یو افغان شوی جرمن له څه کم یوي میاشتي را پدې خوا تري تم دی .د ه� �ات ښار پولیس وایې دا جرمن ژوندی دی او پولیس هڅه کوي نوموړی د سپینږیرو او ملایانو په مرسته آزاد کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يوې مور غوښتنه د ميرمن البراټ څخه.", "output": "زه په ۱۹۹۶ م کال کې د يوې لنډې مودې له پاره د خپلوانو د ليدو په خاطر پيښور ښار ته تللي وم ، زما د تره لور د پيښور ښار د ناصر باغ په کلې کې چې د افغان کډوالو پنډغاليې هم وه په يوه ښونځې کې د ښوونکې دنده تر سره کوله ، دا ښونځې د بې بې مريم په نوم ياديده . مياشتنې تنخا يې ۱۲۰۰ کالدارو ته رسيده ، پدې پيسويې د کډوالۍ سختې شپې او ورځې تيرولي ځکه دا او دده په ښان نور د علم خاوندان د زمانې بې رحمه سيلۍ را په مخه کړي وه زما د تره لور د کډ والۍ د کړاو نه ډک ژوند په هکله راته ډيرې قصي وکړي او په تيره بيا د پاکستان د حکومت د تريخ او غيرې انسانې برخورد څخه د کډوالو په مقابل کې . د کډوالو وهل ، ټکول ، ورڅخه پيسې په زور اخيستل ، دوي بې ګناه جيلو ته اچول ، د دوي په جيبو د پوليسو له خوا جرس اچول او پدې جرم د هغوي څخه پيسي اخيستل ، د کار په درشل کې د پوليسو له خوا د هغوي وهل او زورول . دا قيصو زه ديره خواښينه کړم او پدې هکله ژور فکر يووړم د خپل تره لور ته مې وويل چې د پاکستان خلک خو مسلمانان دي دوي ولې داسې ناجايزه په دې بې کوره کډوالو کوي ؟ د يوې خوانه روسانو په ډيره بې رحمې سره زمونږ په هيواد يرغل وکړ موږ دوي ته پناه راوړه د پاکستانيانو د ظلم او زور څخه اوس چيرته لاړ شي ؟ د تره لور راته وويل چې په ډيره ښه موقه زمونږ کور ته راغلي يې . ما ورڅخه و پوښتل چې څنګه ؟ راته يې وويل چې زمونږ ښونځې ته د امريکا د بهرنيو چارو وزيره ميرمن البرايټ راځي ددي خبر په اوريدو زه هم خوشحاله شوم چې د ميرمن البريټ راتګ دې ښونځې ته حتمې يو ښه زيرې به زمونږ دي وران ويجاړ هيواد ته او يا د افغان کډوالو ژوند د سمون له پاره ولري . د ناصر باغ ښونځې چې د خټو څخه جوړ شوې يو ښونځې وه ، چتونه يې ځوړند او د باران په ورځو به ځڅيدل ، د ټولګيو ځمکه به ټوله شنه خټه وه دافغان کډوالو ماشومان به د پلاستيکي سترنجيو په سر د زدکړي له پاره ناست وه ۵۰ ٪ دا د هغه افغان کډ والو ما شومان وه چې پلارونه يې د روسي يرغلګر پوځ سره په مخامخ جګړه کې ځانونه شهيدان کړي وه . د ميرمن البرايټ د راتګ خبر د ناصر باغ په ټول پنډ غاليې کې خپور شوه په دغه شپو کې د ناصر باغ خلک شپه او ورځ ډير آرامه وه ځکه د پاکستانې پوليسو له خوا د پنډغاليې امنيتي چارې ډيرې مظبوطي ښوي وي ، ټول افغان کډوال د ميرمن البرايټ راتګ ته سترګې په لاره وه ، د څو ورځو انتظار نه پس د چورلکۍ په وسيله د پنډغاليې په بيديا کې راکوزه شوه په څو شيبو کې د ناصر باغ ښونځې ته راورسيده (( د ښونځې زده کوونکو او لويانو د خپل په اوښکو ورته هرکلې ووايه )) د امريکا د بهرنيو چارو وزيره د څو لحظو له پاره په ښونځې کې تمه شوه د نوموړې چې په سرګوکې يې هم د اوښکې ليدل کيدي په ډيره مينه سره يې د کډوالو د ماشومانو پر مخو لاس تير کړ او داسې وويل : ای معصومو ما شومانو زه چې نن دلته راغلې يم ما ستاسي له پاره لوی زيرې راوړي دي چې هغه زيرې ستا سي ستاسي د ژوند د آرامې اړ سو کالۍ په خاطر دي تاسي به انشالله د خيره ډير زر حپل هيواد ته ستانه شي دا زما ړعده ده له تاسو ټولو وړو او لويانو سره چې زه په د يو انسانې ژوند اسانتياوي د افغانستان په دننه تاسو ته برابروم .ګرانې مپرمن البريټ ! زه غواړم چې تاسو د خپل وعدي په اړوند د ناصر باغ د ښونځې د ټولو زده کوونکو او لويانو په حضور چې کړي وه څه وکړل ، آيا د ستاسو وعده د ټولو پښتنو ميندو او د بښتون قوم په خپله خاوره کې د وينو سيلابونو بيول وه ؟ آيا د پښتون قوم نابودول وه ؟ ستا زيرې زمونږ نمجنې سترګې وچي نکړي مورې هم نمجنې کړي ستاسي زيرې په کوزه او بره پښتون خوا کې د پښتون قوم د مرګ زيرې وه موږ فکر کوو چې د ستا د زيرې په ړنا کې يو پښتون د طالب په نوم او بل پښتون د فوجې په نوم وژل کيږي په صورت کې چې امریکايې پوځ په ۴۸ ساعتو کې ټول افغانستان يې د طالب له وجود څخه پاک کړ خو نن ۱۰۰۰۰ انګريزي پوځ نشي کوالاي وړوکې هلمند د هلمنديانو له پاره حوړ کړي په هر صورت نن تول په دي پوهيږي چې غوا تړره او شيدې يې سپينې دي . نن افغان ولس له تاسو څخه هيله لري چې يو ځل بيا په خپله وعدي له سره غور وکړي او د ټولو پښتنو د ټپونو له پاره د ملهم پټي وګرځي او د ستاسو د ادرس له لارې په ټولو صلح غوښتنونکو نړيوالو باندې موږ ميندو همدا غږ دي .په ډيره مينه او پښتنې احساس"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل عبدالوهاب بازید د يو چا فکر مــــــي له ســــره ووت ايــله می غــشې له ځيګره ووت ستا قدردان ستا په لېمو پسي مړ هاغه دی مات زړه دي له دره ووت د اور کړۍ پـــــــــرموږ را وڅرخېده ميړه هغه شو چـــــــــې په نره ووت چې يې د چــم د خلکو نوکي ايستې اوس هغه غـــــچ له ستمګره ووت بازيده،ستا پرزړه چې بارغوندي وو ځن� �ګه په يوه خوږه خـــــــبره ووت کمپوز: میرویس جلالزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د محقق زوى د سرو زرو مډوال وگاټۀ", "output": "١٣٨٣ د مرغومى ٢٣ کابل : ولسمشر حامد کرزي د محمد محقق زوى باقر محقق ته د سرو زرو مډال ورکړ ، محمد باقر محقق د تيکواندو په نړيوالو لوبو کې ښه ځليدلى و . دغه لوبې د کاناډا په هيواد کې ترسره شوې. محمد محقق د ولسمشرۍ په سيالۍ کې د حامد کرزي سيال و او تر هغه وړاندې د پلان د وزير په توگه هم ورسره پاتې شوې و . د ١١ کلن محقق د مډال سپارنې په دستوره کې محمد محقق هم حاظر و .ولسمشر کرزي د سرو زرو د مډال او د يوۀ قلم د سپارنې پر وخت د تل غوندې ټوکه وکړه او ويې ويل په هيله دي چې يو وخت دغه کوچنى محقق هم ولسمشر شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بيړۍ د ډوبېدو له امله ٢٧ تنه په چين کې وژل شوي", "output": "چينايي چارواکو ويلي چې تيره ورځ د چين په جنوب غرب د (شى چوان) ايالت په اوبو کې يوه بيړى ډوبه شوې چې له امله يې ٢٧ تنه مړه او يوازې ٧ تنه مسافر ژغورل شوي دي . ويل کيږي دغه بيړى په غير قانونى توګه مسافرين ليږدول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایساف: نهه یاغیان مو نوزاد کې وژلي.", "output": "بینوا ته دایساف له لورې په راغلې خب� �پاڼه کې لیکل شوي چې تیره شپه دغو ځواکونو دهلمند دنوزاد په ولسوالۍ کې ٩ یاغیان وروسته له یوې لنډې جگړې وژلي دوی وایي په دغو یاغیانو کې حاجي ظاهر هم دی دوی وايي باور کیده چې حاجي ظاهر له هغو کسانو څخه وه چې په سیمه کې یې امنیت ته صدمه رسوله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائتلافي ځواکونه د لسو یاغیانو دنیولو خبره کوي.", "output": "دائتلافي ځواکونو له لورې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ځواکونو تیره ورځ دافغان امنیتي ځواکونو په ملتیا ددوی په وینا لس یاغیان یې دهلمند دسنگین په ولسوالۍ کې دیو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي. خبرپاڼه دا هم کاږي چې ائتلافي او افغان سرتیرو ته پکې کومه ژوبله نده اوښتې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې ځانمرګي بريد درې تنه ووژل.", "output": "په کابل ښار کې يوې ځان وژونکې چاودنې د بريد کوونکي په ګډون درې تنه ووژل. د رپوټونو له مخې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو او لسو دقيقو د څرخي پله د سړک په اوږدو کې، په هودخيلو سيمه کې پيښه شوه چې موخه يې د بهرنيو ځواکونو يو پوځي کتار وو. د پيښې قربانيان ملکي وګړي دي او بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسيدلی. ويل کيږي چې بريد کوونکی په يو کرولا ډوله ټکسي موټر کې سپور وو او له چاودنې وروسته مالومه شوې چې دې ټکسي موټر د کابل ولايت لمبر پليټ لاره."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اشرف غني احمدزی او حشمت په یوه کاڼي و نه تلل شي.", "output": "افسوس، افسوس او بیا هم افسوس! ډېر د تاسف ځای دی. په دې نه چې حشمت ولې د پښتوژبو ښوونځیو مخالفت وکړ. په دې د افسوس خبره ده چې ولې د پښتانه � �ه یوې درنې، ویاړلې، علمي او لویې کورنۍ څخه د حشمت غني په څېر د یوه بدمرغه اولادله خولې د پښتوژبوښوونځيو د مخالفت ناره راوځي. له داسې یوه کاله څخه چې د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي او ښاغلي اراواښاد ډاکټر احمدشاه غني احمدزي په څېر درنو او ښاغلو پښتنو په کې خاپوړې ، زده کړې او ژوند کړی. په همدې ماته افسوس � �اځي چې ولې د ښاغلي ډاکټر اشرف غني په څېر د یوه لوی عالم، سیاستوال او ملي شخصیت ورور حشمت غني احمدزی په ډېره سپین سترګي او سر تمبګي د ملیونونو پښتنو ماشومانو تنکۍ هیلې او غوښتنې د کرکې ، نفرت او حماقت په څپېړه وهي. که څه هم حشمت او اشرف غني د ځمکې او اسمان هومره توپیر لري او د حشمت ناوړه هڅې او تباه کوونکې خبرې د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي په هڅو، کړنو، ملي احساس او درانه شخصیت د سیوري هومره اغېز هم نشي کولی. ښاغلي اشرف غني احم دزی تل د یوه ویاړلي ، پوه، ملي شخصیت او منلي په توګه د ټولو افغانانو په زړونو کې ځای لري. او همدارنګه به د هېواد ټول رښتیني بچي په تېره پښتانه له حشمت څخه د چنګېز، سقاو، ګرګین او نورو افغان ضد بدرنګه څېرو په څېر کرکه او نفرت کوي. سره له دې چې جرم فردي عمل دی. اشرف غني بېل شخصیت دی او حشمت بېل. خو بیا هم سړی خپه شي. په دې چې افغانستان قبیلوي ټولنه ده. په یوه کورنۍ کې چې د حشمت په څېر یو بدمرغه اولاد پیدا شي نو بیا یې په ناولو کړنو ټوله کورنۍ رنځېږي او شرمېږي. او بدنامي یې د ټول خېل او کورنۍ وي. خو له ټولو هېوادوالو مې دا هیله ده چې اشرف غني احمدزی او حشمت په یوه کاڼي و نه تلي. په دې چې دا دوه بېلابېل نومونه او فکرونه او شخصیتونه دي. شاعر وایي : ته طرفدار د تاریکي زه ارمانجن د رڼاملګریه درومه ستا جلا زما جلا لاره ده نو د ښاغلي اش� �ف غني او حشمت غني احمدزي لارې هم داسې بېلې دي. په دې چې ښاغلي اشرف غني له پوهې، وړتیا، خواخوږي او یوه ملي او � �غوونکي فکر سره دې وران او جنګ ځپلي هېواد ته راغلی او په همغو اغزنو او ستونزمنو شیبو کې یې د خپلې پوهې او وړتیا پر مټ دومره کار وکړ چې ټول ولس به یې تر پایه هېر نه کړي. خو حشمت له همغه لومړي سره د الکولو له بوتل، � �ویو جیبونو، ناوړه او تخریبونکو او منفي سوداګریزو فکرونو سره راغلی . ډاکټر اشرف غني احمدزی د منطق، پوهې او استدلال ژبه کاروي. او حشمت نیمه ورځ په خپل واک کې وي او نیمه ورځ د بوتل. نو ډېر کله دی په خپله ژبه نه بلکې د بوتل په ژبه غږېږي او بوتل هم د حشمت په څېر نه فکر لري ، نه پوهه او نه هم ماغزه بس چې څه په خوله ورشي نو وایي یې. ځکه که ستاسو په یاد وي تر دې وړاندې یې شمالي ټلوالې ته په هره رسنۍ کې ښکنځلې کولې. بد رد یې ورته ویل. خو داځل فکر کوم لېونی بوتل په لاس ورغلی او دا هم خدای خبر چې په خپله په لاس ورغلی او که طلوع والا ورکړی. خو بد شی یې پرې څښلي په دې چې حشمت ته یې چورلټ بدلون ورکړ. داسې چې خپلې ژبې او ولس ته یې پرې ښکنځلې وکړې. که چېرې حشمت ته په دې ناوړه کار سزا ورکړل شوې وای نو نن نه به یې د خپلې ویاړلې ژبې پر وړاندې له حماقته ډک مخالفت نه کاوه. ده خو خپله ژبه او هویت له لاسه ورکړی. په نشو او تماشو یې سر دی اوس غواړي چې نور پښتانه هم د ده د بې احساسه ځوی په شان ژبه له لاسه ورکړي او په دري ژبه زده کړې وکړي. د ده ځوی خو بې له هغې هم په امریکا کې زده کړې کوي. نو ده ته پښتو ا وبې پښتو بې توپیره ده او بله دا چې دی خدای ړوند او کوڼ پیدا کړی په دې بې خبره ده چې مورنۍ ژبه زده کړه یوه ماشوم سره د زده کړې په بهیر کې څومره مرسته کولی شي. خو له ښاغلي حشمت غني څخه مې هیله داده چې لومړی خو له ځانه سره احمدزی مه لیکه په دې چې احمدزي زموږ ټولو افغانانو وروڼه دي. یو ډېر دروند او لوی قوم دی. د تا په څېر ا� �کولي ، په اخلاقي توګه ککړ، نا فکره او د ملي مسایلو او ګټو ضد څوک د احمدزیو مشري نه شي کولی. نو هیله دا چې نور د دغه لوی قوم نوم له ځانه سره بد نه کړې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې دحاجي قدیرپه ویرلاریون وشو", "output": "په لسګونوکسانو نن دکابل ښار دحاجي قدیر په څلو� �لاري کې دیوه سوله ایزلاریون په ترڅ کې دحاجي عبدالقدیردقاتلینو دنیول کیدو اومحاکمه کیدو غوښتنه وکړه.� �اریون کونکو دسولې دکاروان په طرفدارۍ اودحاجي عبدالقدیردقاتلینو پرضد شعارونه ورکول اوګواښ یې وکړ چې که دولت ددوی غوښتنې ونه مني نوخپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.پخوانى جهادي قوماندان، د ننګرهار والي او د و� �سمشر حامد کرزي په لومړۍ دوره کې د فوايد عامې وزير حاجي عبدالقدير په ١٣٨١ لمريز کال کې د کابل ښار د زړو مکرو� �يانو په سيمه کې د نامعلومو وسلوالو لخوا ووژل شو چې، تر اوسه پورې یې وژونکي نه دي نیول شوي.که څه هم د ننګ� �هار د قول اردو دپخواني قوماندان حاجي محمدزمان غمشريک ورورحاجي محمد امان خيري یوځل د حاجي عبدالقدير په وژلو کې د لاس لرلو په تور په کابل کې ونیول شو خورورسته بیا محکمې پرنوموړي لګیدلي تورونه ثابن نشوای کړای اوبیرته خوشې کړای شو.حاجي قدیردطالبانو د واکمنۍ پرمهال له شمالي ټلوالې سره یوځای په شمال کې اوسیده. د ده بل ورورعبدالحق د طالبانودواکمنۍ پر مهال په لوګر ولایت کې د طالبانو پروړاندې د عملیاتو پر مهال ووژل شو. دامهال دحاجي عبدالقدیر ورورحاجي دین محمد دکابل دوالي په توګه دنده ترسره کوي اوځوی یې دختیځوولایتونو دسولې دکاروان مشري په غاړه لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يو تن سرمعلم وتښتول شو", "output": "د زابل امنيتي چارواکو منلې چې د شينکي ولسوالۍ د شېخ متي (رح)د ښوونځي سرمعلم عبدالرزاق چې له قلات ښار څخه د ولسوالۍ په لور روان وو، د لارې په اوږدو کې د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوى دى. د پېښي په اړوند پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سیمې په روان ناورین کې د پښتنو ښکېلتون ( مرادزئ)", "output": "د سیمې په روان ناورین کې د پښتنو ښکېلتون ( مرادزئ) لیکوال: ډاکټر مرادزی هره ورځ په ملي او نړیوالو رسنیو کې افغانستان ، پښتونخوا او سیمې ته ؛ د تروریستانو ، ډاکوانو او مذهبي سخت دریځود نویو ډلو راتګ ، چې په هغو کې عربان ، پنجابیان ، ازبکان ، چیچنایان ، اروپایان او نور ګډون لري ، پراخ انعکاس پيداکوي . دا نابللی او اشر شوي تروریستان په تېره بیا د ډیورنډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو ، یانې د پښتنو په سیمه نازلیږي او د پښتنو پر غاړه وراچول کیږي . سیمې ته ددغه اشر شویو تروریستانو د راتګ په لوبه کې پښتانه خپله هیڅ لاس نه لري . دوی نه ددغه ترو� �یستي لوبې په پیلتون کې لاس لري ، نه د هغې ځواکونو په موخو چې دا تروریستان يي دلته اشر کړې خبر دي او نه د دې � �ويي لوبې په پایلو او انجام ! پښتانه خپله داسې ملي ګټې ، موخې او ستراتیژي نه لري چې د هغو د پلي کولو � �پاره د نړۍ له هره کونجه دا ډول بدماشان او ډاکوان راټول کړي او د هغو پر مټ د ځان لپاره څه وغواړي . د تې� �و څو لسیزو تاریخ ښۍ ، دا امریکا او پنجاب و چې په نړیواله او سیمه یزه سیالۍ کې يي د بري په موخه ، د پښتنو سیمې ته دا نړیوال ډاکوان اشرکړل . د لرې پښتونخوا د پښتنو د مشر اسفندیار ولي خان په وینا چې هغه د ام� �یکا د سنا د نړیوالو چارو جرګه ګۍ ته کړې وه « امریکا او لویديځ ، له افغاني مهاجرینو څخه چې په خپل کاله یانې برې پښتونخوا کې سره مرور شوي وو ، او خپل بل کور یانې لرې پښتونخوا ته راکډه شول ، د دوه نیم میلیونو پښتنو د وژلو او شهادت په بیه مجاهدین جوړ کړل اوس امریکا اړه ده چې دوه نیم میلیونه نور پښتانه ووژني ترڅو د امریکا پلاس د جوړ شویو مجاهدیونو څخه بېرته ولسي عادي وګړي جوړ کړي » له بلخوا د پنجاب او ام ریکا سره د انډول په موخه روسیي او ایران هم شمالي ټلواله ښه وپړسوله . د دغو ځواکونو په جوړ شوي شرغوبل کې پښتانه او د هغو هېواد راښکېل شو. اوس هم پښتانه په همدغه دوه محوریز غوبل کې دل کیږي . او ددغو دواړو دښم نو ځواکونو په لویه لوبه کې بند پاتې دي . پنجاب په سیمه کې د پښتنو د ځواکمن دولت له جوړېدو څخه ډارلري ، همدارنګه روسیه هم چې د پښتنو په لاس د پخواني شوروي د ماتې په غچ کې ده ، نه غواړي چې افغانستان دې پیاوړئ ملي دولت ولري او ایران هم په تاریخي لاملونو د پښتنو ملي دولت ته زړه نه ښه کوي . وینو چې بېلابېل لاملونه د تاریخ په دې شیبه او تاوکښ کې د پښتنو پر وړاندې خنډ کیږی چې دوی پر یوه ملي مرکز راغونډ شي او یا تر ټولو ړومبئ په هېواد کې سوله او امنیت چې د نورو ملي موخو د پلي کولو لپاره د ملاتېر جوړوي تر لاسه شي . د همدغې � �ويي لوبې په جګړه غالي کې چې افغانستان او پښتونخوا ده ، د دښمن ځواکونه ښکر په ښکر دي او پښتانه د څو لورو څخه په نښه شوي دي . د پېښو روان بهېر ښۍ چې د پښتنو په سیمه کې د نړيوالو تروریستانو دېره کېدل ، اوس هم د پخوا پشان له یوه اړخه نه دي او په دې کې د لویدیځ او پنجاب تر څنګ ایران ، روسیه او عربي هېوادونه برخه لري . په روان ناورین کې مرکزي کړۍ دا ده چې اصلي تروریستي فعالیتونه د القاعده او نړیوالو تروریستانو له خوا ترسره کیږي خوپه رسنیو کې سیمې او نړیوالو ته پښتانه په ګوته کیږي . له نړیوالو تروریستانو څخه په پنجاب ، امریکا ، لویدیځ ، ایران ، روسیي او نورو هېوادو کې ملاتړ کیږي خو دغه هېوادونه د خپل ملاتړ ګنا هم پر پښتنو وراچوي . افغاني طالبان هم د کابل په حکومت کې د شمالي ټلوالې د بېساري او بې بریده واک ، د کرزي د حکومت د بې ځایه م صلحتونو ، بې کفایتۍ او فساد ، او په دولتي واک کې د پښتنو د څنګ توب او ګوښه توب ، د دولت سره د دښمنۍ د ښودلو او په درواغو سره ځان د پښتنو د استازو په توګه د مطرح کولو له کبله ، په دې خاطر چې ځان دولت او افغاني ټولنې ته ځواکمن او پیاوړي وښۍ د القاعده او نورو نړیوالو تروریستانو هر ډول تروریستي فعالیت ، په خپلو اوږو اخلي . بلخوا له بده مرغه پښتانه ددغه نړیوالې توطیي په وړاندې دومره بېوسې شوي چې د ځان د سپيناوي لپاره هیڅ نه شي کولئ . هرې څانګې او ریښې ته چې لاس اچوي پرې نړیږي او له هر چانه چې د مرستې غوښتنه کوي له بلې او نوې توطیي سره مخامخیږي . د لغمان د بېګنا کسانو ټولوژنه ، د ملي مشرانو تښتونه ، د ملي سوداګرو وژنه او د ښوونځیو او د ولسي ښېګڼو د نورو بنسټونو ویجاړي او نورې ډول ډول ورانۍ او ویجاړۍ ، دا ټولې د همدغه نړیوالو تروریستانو د موخو یوه برخه جوړوي . دا تروریستان چې تر شا يي پورته یاد شویو نړیوالو او سیمه یزو ځواکونو ځای نېولئ دئ ، نه یوازي د افغانستان د بیا ودانۍ مخه نیسي ، د سولې او امن بهېر ویجاړوي بلکې نړیوالو ته د خپلو همدغو ورانیو لامل پښتانه په ګوته کوي . دا تروریستان هم د پښتنو هېواد ویجاړوي او هم ددې ویجاړي لامل د ځان پر ځای پښتانه م عرفي کوي . او دا هغه لوی او ښکرور درواغ دي چې ښای په تاریخ کې د بل ملت په اړه تر اوسه نه وي ویل شوي . امریکایان هم په هسکه مېنه ، نورستان ، لغمان ، هرات او همدارنګه څو وارې په پکتیا کې بې ګنا ولسي وګړې بمباروي او په دې توګه د پښتنو په وژنه او سپکاوۍ کې تر نورو روسته نه پاتې کیږي . شمالي ټلواله یوخوا نه پریږدي چې مرکزي دولت پر پښو ودریږي او بلخوا د امریکایانو ، روسانو او ایرانیانو په ملاتړ د پښتنو په سپکولو ، کمزوري کولو او له منځه وړلو کې د پښتنو له نورو دښمنانو څخه نه تر شا کیږي . په ټوله کې افغانستان او سیمې ته د نړیوالو تروریستانو په رابللو سره پنجاب ، لویدیځ ، شمالي ټلواله ، ایران او روسیه � �ومړئ پښتانه تروریستان معرفي کوي او روسته د تروریست معرفي کولو څخه د پښتنو د ټکولو او له منځه وړلو پلان پلي کیږي . له بده مرغه دا ډېره پېچلې او څو اړخیزه توطیه ده چې ساده پښتنو ته په اسانۍ د پوهېدلو وړ نه ده . په دې توګه دا د پښتنو د روڼ اندو او سیاستوالو افغاني او وجداني دنده ده چې له دغه چلوټې څخه د ژغورون په موخه د پښتنو د ویښتون او پاڅون لپاره ، ټولې شونې لارې او وسیلې پکارواچوي . په ځانګړې توګه : ــ افغانان به دې باور لري چې سیمې ته راغلي یوازې نړیوال تروریستان ، د پنجاب ، د سیمې د نورو هېوادونو او په پای کې د شمالي ټ� �والې په ګټه کار کوي ، نه افغاني او په هېواد مین طالبان . ــ موږ د افغاني طالبانو ، څخه غوښتنه کوو چې ، څ ونه ژر کېدونکې ده خپلې لیکې ، له نړیوالو تروریستانو څخه جلاکړي . هغه وحشیانه مرګونه چې بهرني تروریستان يي کوي هغه په خپل افغاني دریځ سره رسوا او افشا کړي او په رسنیو کې هغه وغندي . په تېره بیا د لغمان د بېګنا کسانو شهادت . ــ د کرزي دولت چې په تېرو اوو کالو کې يي د پښتنو له بې عزتۍ او سپکاوۍ پرته پښتنو ته بل هيڅ نه دې کړي ، د پیل په غوږ کې له درانه خوبه راویښ شي . منځلارو ، معتدلو په هېوادمینو افغاني طالبانو سره دې د خبرو بهیر ګړندئ کړي . د دولت هغه پستونه چې تر اوسه پورې يي د مصلحتونو له لارې نااهلو ، بدکارو ، غلو او ډاکوانو ته ورکړي دي ، په وطن مینو طالبانو ته وسپاري . ــ دواړه خواوې دې خبرې بېله دمخنې شرطونو څخه ، ژر پيل کړي او د هغې په پایلو دې ولس خبر کړي . البته په پریکړو او هوکړو کې ، موږ له دواړو خواو څخه د بشر دحقوقو ، د بیان د ازادۍ او د ښځو د حقوقو د بسیاینې ډاډ غواړو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل په ناپـــــوهۍ کی چی دمینی ترکاروانه لاړم په س� �ولمبوکښی دعشق زه نن ترجانانه ولاړم خـــــبره نه یم داسبق دمینی چاراکړلو زه چی په فکرددلبرنن تراسمانه ولاړم دجــدایی یوه لحظه دی راته کــال ښکاریږ لکه مجنون په لیونتوب زه تربیابانه و� �اړم کلونه پس چی می دښکلی یاروصال نصیب سو بــــیلتونه مه راځه چی زه خپل ترارمانه ولاړم سترګوقاتلودی چی زه کړم پردی حال جانانه زه سعدیه(( پوپل)) په ژوند ترګورستانه ولاړم سعدیه پوپل هلمند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ترياكو اصلي دودوونكي او لوى سوداګرامريکايان دى", "output": "لکه چي خبر يو د روان١٣٨٦ل.کال د کب پر ٢٣مه خبري رسنيو خبرو ورکړ : د کابل هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک باندي ځان مرګى بريد وسو چي له امله يې شپږ تنه ملکي وګړي وژل سوي او ٣٣ نور ټپيان سوي دي. بريد پر امريکايي ځواکونو ترسره سوی چې د هغو يو موټر پکښي زيانمن سوى، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې څه نه دي ويل سوي. خو نن د ١٣٨٦کال پر ٢٨مه نېټه بېنوا ويب پاڼي ”د CIA د وژل شويو غړو له موټر څخه هيروين تر لاسه شول“ تر سرليک لاندي داسي خبر پر ليکه کړ: د کابل د نهمې امنيتي حوزې د جنايې څانگي يوه تن عالی رتبه چارواکي ويلي چې د تيری پنجشنبې د ورځي په ځانمرگي بريد کې د امريکې د استخاباراتي ادارې ( CIA) څلور تنه کيليدي کسان وژل شوي وو. دغه بريد د پنجشنبې په سهار د امريکايې وگړو په دوو شوارليټ موټرو تر سره شوی وو. سرچيني نن سهار بينوا ويب پاڼې ته وويل کله چې چاودنه و� �وه او افغان امنيتي مامورين سيمي ته ورسيدل نو شاوخوا څلورکڅوړي هغه هيروين ېې هم تر لاسه کړل چې د چاودنې پر م هال د امريکايي وگړو له موټر څخه لوېدلي ول .سرچيني چې د نوم له خپريدو سره ېې علاقه نلرله وويل چې په قوي گمان د دې امريکايي وگړو په يوه گاډې کې غټه اندازه هيروين ځای پر ځای کړای شوي وو چې له افغانستان څخه ېې بهر ته وليږدوي .ويل کيږي دې امريکايانو د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه د\\تايلنډ هيواد پلازميني بنکاک ته د تلو تکل درلود خو هوايي ډگر ته له رسيدو دمخه ېې پر گاډو چاودنه وشوه . سرچينې دا هم وويل چې دا هيروين د پنجشنبې تر ماسپښين پوري له دوي سره ول خو د ورځي په پاې کې د امريکې د سفارت يو شمير غړو د کابل د امنيه قوماندانۍ په مداخله دا هيروين له جنايې څانگي بيرته واخيستل .رشتيا داده چي نن واقعيتونه نه پټيږي. سره د دې چي د امريکې د ډالرو تر جغ لاندي په خپرونو بوختي رسنۍ او نور درګرده لګيادي پر حقايقو پردې اچوي او د بهرنيانو او د هغو د ګوډاګيانو ډول ډول جنايتونه او په ګران هيواد افغانستان کي د امريکايي ښکېلاک او د هغه د انډيوالانو د مرګ ژوبلي او ورانۍ پر له پسې تاړاک پټوي يا يې جزوي يا بل ډول برېښوي، خو د اسلام، هيواد او خلکو ګټو ته داسي ژمن او باشعوره کسان سته چي هم په حقيقتونو پوهيږي او هم يې په ډاګه کوي. په دې هکله د دغو کسانو څرګندوني له هيچا څخه پټي نه دي. خداى ( ج ) دي خير ورکړي. ما هم تر خپلي وسي په دې هکله خپلي غاړي خلاصي کړي دي. په خپلو بېلو بېلو ليکنو په تېره په ”زموږ صحت او آخرت ته تاواني توکي“ کتاب کي مي پر دغه او نورو موضوعګانو باندي رڼا اچولې ده. بل کتاب مي هم د ”زموږ د دښمنانو تور تاريخ او شومي موخي“ تر عنوان لاندي خپرېدو ته چمتو کړى دى. د دې کتاب لوستونکي به د امريکايي او نورو کفارو په تورو څېرو او رذيلانه اهدافو ډېر ښه پوه سي. واقعيت خو دادى چي په نړۍ کي لوى ترهګر او د نشه يې توکو ستر سودا ګر همدغه امريکايي طاغوتي مادي پال او سراښ ځواکونه دى. دوى دغه کارونه په دې نژدې وختونو کي نه دي پيل کړي، بلکي د نورو آزادو ولسونو د ښکېلولو، د خپلواکو هيوادونو د لاندي کولو او د انسانانو د ويني تويولو، تعذيبولو او په نشو روږدولو پر سر د دوى دغه کرکجنه سوداګري له ډېر پخوا څخه روانه ده. راځئ دلته له � �ېر پخوا څخه د مخدرو موادو په کار وبار کي د امريکايي طاغوتيانو، سي آى اى او نورو کفري ځواکونو کـکړتيا په � �اندي کرښو کي وګورو: تر ټولو دمخه په ۱۷۲۹ع.كال پرتګاليانو له هند څخه چين ته ترياك او تمباكو وروړل. چي د دې ګټوري سوداګرۍ څخه يې زښته زياته ګټه ترلاسه كول. بيا چي چينايانو د � ��ميكاو“ په نامه سيمه پرتګاليانو ته وركړه هغو په دغه سيمه كي د ترياكو كرل پيل كړل او د دې كار لپاره يې كارخانې تاسيس كړې. په دغو كارخانو كي زيات شمېر چينايان په كار وګومارل سول. په ميكاو كي پر تګاليانو ته يوازي د ترياكو له پلوه د كاله لس لكه، شپږپنځوس زره ډالره ګټه رسېدل. بيا انګرېزانو ( د ختيز هند كمپنۍ ) له هند څخه چين ته د ترياكو سوداګري د تجارت دستر توكي په توګه پيل كړه او په هانګ كانګ كي يې د ترياكو د بسته بندۍ كارخانه پرانيستل. په اتلسمه پېړۍ كي يوازي چين ته انګرېزانو پنځه لكه، شپېته زره پونډه ترياك صادر كړل. په ۱۸۰۰ع.كال د چين حكومت ترياك په كلكه منع كړل. خو بيا هم هلته د ترياكو بازار تود وو. انګ� �ېزانو به د چين مامورينو ته بډي وركولې او د ترياكو پېر او پلور ته يې ادامه وركول. په ۱۸۳۸ع.كال د چين حكومت اړ سو چي نژدې شل زره صندخه ترياك چي د انګرېزانو د ترياكو د بسته بندۍ په كارخانه او تجارتخانو كي پراته وه، ضبط كړي او له منځه يې يوسي. انګرېزانو سمدستي د چين دكانټون ښار كلابند كړ او بيا يې د چين سره هغي جګړې ته ور ودانګل چي د ترياكو په جګړه(Opium War)ونومول سول. دغه جنګ له ۱۸۳۹ څخه تر ۱۸۴۲ كال پوري دوام وكړ، په زرو چينايان پكښي ووژل سول او بې شمېره كورونه او ودانۍ وراني سوې. په پايله كي چينايان سولي ته اړ سول ( ۱۸۴۲د اګسټ ۲۹). د هانګ كانګ ټاپو يې انګرېزانو ته وركړ او پنځه نور بندرونه يې هم د انګرېزانو د سوداګرۍ پر مخ پ� �انيستل. پر دې سربېره چينايانو د جګړې او سوځل سوو ترياكو تاوان هم وركړ. په دې ترځ كي امريكا او فرانسې هم له چين څخه امتيازونه تر لاسه كړل او د كاتوليك عېسوي مذهب د مبلغينو له كار او تبليغ څخه د ملاتړ امتياز يې هم په رسمي توګه په لاس راوړ. تاريخ پوهان ليكي چي د انګرېزانو دغه جګړه د نوي امپرياليزم پيل وو او دغي جګړې ا� �وپايي هيوادونو ته د ليري ختيځ ورونه پرانيستل. بيا له ۱۸۵۶ع.كال څخه تر ۱۸۶۰ع.كال پوري انګرېزان او فرانسويان په ګډه د ترياكو د تجارت پر سر د چين سره وجنګېدل. په ۱۸۶۰كال انګرېزي او فرانسوي ځواكونو د بيجينګ ښار په بشپړه توګه اشغال كړ. له دې امله د چين بې واكه حكومت د اشغالګرو ځواكونو سره د يوه تړون لاس� �يكولو ته اړ سو او د چين يوولس نور بندرونه يې هم د اروپايي داړه مارانو پر مخ پر انيستل. دغه راز امريكا هم پر اسلامي هيوادونو باندي يرغلونه د ترياكو په كثيف تجارت سره پيل كړي دي. د اتلسمي پېړۍ په وروستيو كي، يعني د امريكې د متحدو ايالتونو تر جوړېدو لږكلونه وروسته امريكايي سوداګرو د عثماني امپراتورۍ د ازمير د ښار او نورو بندرونو څخه ترياك رانيول او په خپلو بېړيو كي به يې د كانټون ښار ته لېږدول. د نولسمي پېړۍ په لومړيو كي چي امريكايي سوداګرو د انګرېزي سوداګرو سره رقابت كاوه، د كاله څلور تر پنځو ټنو ترياك دغه ښار ته رسول او له دې مدركه يې په مليونونو ډالره ګټه ترلاسه كول. په دې توګه په چيني ټولنه كي د ترياكو عمل د يوې ستونزي په توګه پاته سو، څو چي په ۱۹۴۹ع.كال هلته كمونيستي اوښتون رامنځته سو او د دغه عمل جرړي يې له بېخه وايستې. په هند كي انګرېزانو د ترياكو تجارت ته تر دې كچي پراختيا وركړه چي د هند د ترياكو كارو بار به يې د داوطلبۍ له لاري په قراردادونو وركاوه. چي له دې م دركه به يې په مليونونو ډالر تر لاسه كول. د پاكستان تر جوړېدو وروسته هم دغه كار كېدى. د ۱۹۷۹ع.كال د فرورۍ تر نهمي پوري چي په پاكستان كي د ترياكو كاروبار غير قانوني اعلان سو، د ترياكو دكاروبار ( ۳۲۳) قراردادونه كېدل چي له دې مدركه به حكومت د كاله پنځه نيم كروړه كلداري په لاس راوړلې. دغه راز په برتانوي هانګ كانګ كي هم د ت� �ياكو كاروبار په ټېكه وركول كېدى. لكه چي پوهيږو د ترياكو له شيرې څخه كومه چي له تازه كوكنارو او د هغو له تازه خشخاشو څخه راوزي مورفين)ج(morphine، هيروئين (Heroin)،كوډئين، (Codeine) پاپاورين(Papaverine)او نور استخراجوي. مورفين د لومړي ځل لپاره د ۱۸۰۴ع.كال په شاوخوا كي د يوه جرمني درمل جوړوونكي F.W.A. Sertürner � �خوا له ترياكو څخه وايستل سول. د هېروئينوپه نامه وژونكي توكي د لومړي ځل لپاره په 1898ع.كال د جرمني د باير كمپنۍ لخوا له مورفينو څخه كشف سول. په ۱۹۷۹ع.كال پاكستان د نشه يي توكو د مافيايي بانډونو مركز وګرځېد. په دغه كال د نشه يي توكو نړيوالو قاچاق وړونكو كوم چي زيات غړي يې ام� �يكايان او اروپايان دي د پاكستان، ايران او افغانستان د قاچاقو وړنكو سره لاس يو كړ او د ترياكو او هې� �وئينو غير قانوني كاروبار په خورا پراخه پيمانه پيل سو. سي آى اى او مخدر مواد : د سي آى اى لخوا د نشه يي توكو د قاچاقو پر موضوع باندي كېداى سي غټ كتاب وليكل سي. د ام� �يكا واكمن په ظاهره نړۍ ته داسي برېښوي چي دوى ګواكي د نشه يي توكو پر ضد اقدامات كوي. خو د كور په دننه كي دوى خپله د مخدروموادو د قاچاقو ستر ملاتړي دي. اوس امريكا او لوېديز هيوادونه هغو هيوادونو ته چي ترياك كري، په ځانګړې توګه زموږ ګران هيواد افغانستان ته ترهګر او د ترياكو صادروونكي وايي. خو تاسي ته په پورته کرښو کي هم څرګنده سوه او په لاندي كرښو كي به هم ښه در ته څرګنده سي چي په دې هكله رشتيني او د اوږدې سابقې ل� �ونکي مجرمين څوك دي. سي آى اى په خپل پنځوس كلن تاريخ كي د مخدروموادو تر ټولو ستر كا� �وبار په افغانستان كي د روسانو سره د جګړې پر مهال تر سره كړى دى او اوس هم دغه كار په پراخه پيمانه پر مخ بيايي. په دې پېر كي هېروئين په نړيواله كچه وپېژندل سول. د سي آى اى د څرګندونو سره سم د شوروي پر خلاف د جګړې � �ګښتونه د ډېرو سترو حكومتونو له توانه وتلې خبر وه. له دې امله سي آى اى په سيمه ييزه كچه په افغانستان كي د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو سره اړيكي ټينګي كړې. سي آى اى د خپلو سيمه ييزو ملګرو سره په له سترګو نيهامو غ� �نيو سيمو كي د هېروئينو جوړولو لابراتوارونه جوړ كړل او بهر ته يې د هېروئينو د لېږد چاري هم پر خپله غاړه واخيستې. په دې توګه افغانستان په ټوله نړۍ كي د نشه يي توكو د كر او توليد لومړۍ درجه هيواد جوړ سو، چي نيمى م خدر مواد يې امريكا او نيمى يې اروپا ته صادريږي. د پاكستان نامتو ژورناليست مقبول ارشد په ” ډرګ مافيا اور پاكستان“ نومي كتاب كي ليكي چي د شوروي اتحاد سره د افغانانو د جګړې په پېر كي سي آى اى د نشه يي توكو د كار وبار له دركه دودېرش بليونه ډالروګټل. دا د سي آى اى كمال وو چي سيمه ييز قاچاق چيان او د دوى بچيان او چوكريان په افغانستان، پاكستان او بهرنيو هيوادونو كي اوس هم عيش او چړچې كوي. د سي آى اى لخوا د ن� �ه يي توكو د قاچاقو خپرېده يوازي د افغانستان په جګړه پوري نه دي منحصر، بلكي سي آى اى دغه كار له ډېر پخوا څخه په نورو ځايونو كي هم تر سره كوي. سي آى اى له امريكا څخه بهر په ټوله نړۍ كي پر جاسوسي فعاليتونو باندي ډېر ستر لګښتونه كوي. د دغو لګښتونو د موندلو يوه لار د مخدروموادو قاچاق دى. په دې هكله بشپړ معلومات په � �۹۶۶ع.كال هغه مهال ترلاسه سول چي د منځني ختيځ او شمالي افريقې د نشه يي توكو د قاچاق وړونكو د مركز بي� �وت څخه ځيني داسي پټ اسناد تر لاسه سول چي د امريكا د سي آى اى او د برتانيې د خفيه ايجنسۍ سره يې د هغو اړيكي او تړاو ښووى. خو په دننه امريكا كي پر سي آى اى باندي دغه تور په ۱۹۶۶ع.كال هغه مهال ولګول سو چي پوښتنه را پورته سوه چي سي آى اى د نړۍ په دونو ډېرو هيوادونو كي د دغونو پراخو جاسوسي شبكو لپاره دونه ستر � �ګښتونه له كومه کوي؟ دغه مهال ځينو دنننيو كړيو تور ولګاوه چي سي آى اى د ځاني ګټو لپاره د نشه يي توكو د قاچاق او نورو جرايمو ملاتړ كوي. روسانو د دغو خبرو په لاسوند نړيوالو ته څرګنده كړه چي سي آى اى د افغاني مخالفانو او د چين په خلاف كارونو لپاره ستر لګښتونه د نشه يي توكو له قاچاق څخه بشپړوي. پر دې سر بېره د نشه يي توكو په كاروبار كي د امريكې د سي آى اى نوم د فرانسې، جرمني، برتانيې، هند او اسرايلو د خفيه ايجنسيو سره يو ځاى اخيستل كيږي. امريكايي ورځپاڼو په وارو وارو تور لګولى چي له كومه مهاله چي سي آى اى د نشه يي توكو قاچاق ته مخه كړې ده په امريكا كي د مخدروموادو د پلور دندي زيات رونق موندلى دى. بيا دا رپوټونه هم خپاره سول چي سي آى اى د نشه يي توكو د وړو راوړو پر لارو باندي د ولكې ټينګولو په موخه د نشه يي توكو د قاچاق سره د مبارزې په پلمه په نورو هيوادونو كي مداخلې كوي. وكټور مارچيټـي څ وارلس كاله په سي آى اى كي د لوړپوړي چارواكي په توګه دنده تر سره كړې ده. هغه وايي : په ۱۹۶۷ع.كال ما په بېلو بې� �و هيوادونو كي د مخدروموادو د پېر او پلور دنده پر غاړه لرل. هغه زياتوي د مخدروموادو قاچاق نه يوازي د ام ريكا د سي آى اى د عوايدو مهمه ذريعه ده، بلكي د مخدروموادو د ايجنټانو په ذريعه له نورو هيوادونو څخه د � �ازونو د تر لاسه كولو او د امريكا د ګټو په خلاف د فعاليت كوونكو اشخاصو د وژلو كار هم اخيستل كيږي. پر دې سر بې� �ه كوم كسان چي د سي آى اى په ملاتړ د نشه يي توكو كاروبار كوي، هغوى په بېلو بېلو هيوادونو كي هغو اشخاصو او تنظيمونو ته هم ډېري پيسې وركوي چي د امريكا په ګټه په كار بوخت دي. مقبول ارشد ليكي : د امريكا په تاريخ كي د سي آى اى لخوا د نشه يي توكو د قاچاق په هكله له بوش پرته بل غټ سړى ريګن دى. د ريګن پر نژدې ملګرو وكټور هومز او ارنسټ جيمز باندي نه دا چي نيويارك ټايمز تور لګولى چي د ريګن په وختو كي يې اي� �ان ته د اسرايلو له لاري وسلې لېږدولې، بلكي د شوروي په خلاف يې د نشه يي توكو په پيسو جګړې ته هم ادامه و� �كول. د سهيلي افريقا د سپين پوستو رژيم چي په ټوله نړۍ كي ممنوعه ونه غوندي وو او د نړيوال شلوون سوه مخامخ وو. همدغه مهال جوهانزبورګ او پريټوريا د سي آى اى لپاره ډېر مهم ځايونه وه. ځكه چي له كولمبيا او وينزويلا څخه ډېر مخدرمواد د سهيلي امريكا ساحلي ملك سورينام ته رسېدل او سي آى اى له دغه ځايه دغه مواد له سمندري � �ارو د سهيلي امريكا د نشه يي توكو ځايي سوداګرو ته سپارل او هغو بيا هانګ كانګ، جاپان او ټول ليري ختيځ ته رسول. د اسرايلو داخلي ايجنسۍ ”ستين بيت“ د ايلات په بندر كي له دغه ډوله زيات استول سوي توكي تر لاسه كړي دي. د امريكا د حكومت په هكله دا هم مشهوره سوې ده چي په درېيمه نړۍ كي د نشه يي توكو د نيول سوو قاچاق وړونكو غوښتنه ځكه كوي چي له هغو څخه د مخدروموادو د نړيوالي مافيا په هكله د معلوم اتو په ترلاسه كولو سره ګټه اوچته كړي. اكرم ډيال نومى په پاكستان كي د مخدروموادو نړيوال قاچاق كوونكى دى چي د پاكستان حكومت يې د نيولو په لټه كي دى. د ده په هكله ويل كيږي چي هغه د سي آى اى د مخدروموادو د شبكې غړى دى چي دنده يې هالينډ ته د مخدرو موادو رسول دي. ( هالينډ په اروپا کي د غير قانوني نشه يي موادو تر ټولو غټ توليدوونکى هيواد دى. دغه هيواد اروپاته د هېروئينو، کوکائينو، چرسو او نورو مخدرو م وادو د ننه ايستلو لار بلل کيږي. دغه راز د دغه هيواد په ځينو ځانګړو ځايونو، لکه پارکونو او داسي نورو کي د م خدرو موادو استعمال قانوني جواز لري ). د بل نامتو قاچاق وړنكي مرزا اقبال بيګ په هك� �ه هم ويل كيږي چي د هغه ملګرې ماريه نومې جاپانۍ نجلۍ د سي آى اى ايجنټه وه. جان ډي ماركس د امريكا د سټيټ ډيپارټمنټ ستر چارواكى وو او د څارګرۍ په هكله يو تكړه څېړونكى وو. هغه په خپل ژوند ليك كي ليكلي دي چي سي آى اى د نشه يي توكو په نړۍ كي د ويټنام د جګړې د پيل كېدو سره ګام كښېښود. سي آى اى د شمالي ويټنام د خلكو د ماتولو په موخه د ”ميو“ د قبايلو وګړو ته وسلې او پيسې رسولې. دغه وګړي په حقيقت كي د نشه يي توكو ستر كاروباريان وه. د ډي ماركس په وينا د كمونستانو پر ضد په پټه جګړه كي د سي آى اى تر ټولو ستره وسله مخدرمواد وه. د ” اير امريكا “په نامه د الوتكو شركت چي د سي آى اى ملكيت وو زياتره د مخدروموادو د لېږدولو لپاره استعمالېدى. په نيكاراګوا كي د نشه يي توكو په كاروبار كي د سي آى اى د بوختياوو په هك� �ه ډېر رپوټونه وركول سوي دي. امريكايي پېلوټ بيري سيز د وسلو په نامه بېلو بېلو هيوادونو ته مخدرمواد رسول. خو چي وروسته يې دغه كار په خپله پيل كړ نو سي آى اى وواژه. په نيكا راګواكي د امريكا د ګټو د ساتونكي ”سوموزا “ د حكومت د را پرځېدو او د سينډونيسټو كمونيسټانو په واكمن كېدو سره د امريكا حكومت ـ چي دغه مهال يې جيمي كارټر ولسمشر وو ـ د سختو خرخښو سره مخامخ سو. له دې امله د امريكا په كوښښونو او پ� �وي په نيكا راګواكي پر څو ډلو وېشلى تنظيم رامنځته سو، چي د كونټرا (Contra) په نامه وپېژندل سو. دغه تنظيم چي مركز يې په ” هونډوراس“ كي وو په نيكاراګوا كي د سوموزا د واكمنۍ د بيا سمبالولو لپاره په هلو ځلو لګيا وو . د امريكې ولسمشر ريګن د ۱۹۸۱ع.كال په نومبر كي پرېكړه وكړه چي كونټرا ته دي د سي آى اى پر لاس د نولس مليونو، درې سوه زرو ډالرو مرسته وركړه سي. پر دې پرېكړه لا لاسليك نه وو سوى چي دغه تنظيم په ما� �ي بحران اخته سو. نو د هغه لارښوونكو چي له آره غټ قاچاق وړونكي وه د تنظيم د اړتياوو د ليري كولو لپاره په ډې� �ه پراخه پيمانه د نشه يي توكو د قاچاقو او په امريكا كي په عامه توګه د هغو د پلورلو كاروبار پيل كړ. چي په دې ډول د امريكا په ښارونو كي په تېره د لاس اينجلس په سهيلي سيمه كي چي زيات تور پوستي پكښي اوسي مخدر مواد په عامه توګه په ډېره ارزانه بيه پلورلو ته وړاندي سول. تر دې بدتره يې لا دا چي په ۱۹۸۴ع.كال سي آى اى د كونټرا لپاره له كانګريس څخه مالي مرسته (Fund) وغوښته. كانګريس څليرويشت مليونه ډالر ور ته منظور كړل. خو څنګه چي دغه مرسته لږ وه سي آى اى د زياتو پيسو د موندلو نوري لاري چاري ولټولې. نو يې د كونټرا � �اچاق وړونكي په كار واچول او د نشه يي توكو د قاچاقو كار او خرڅلاو د سي آى اى تر څارنه لاندي پيل سو. دا كار تر دې كچي پر مخ ولاړ چي له وسلو څخه ډكي پوځي الوتكي به پر ځانګړو ډګرونو كښېنستلې، وسلې به د كونټرا جګړه مارو تسليمولې او په بدل كي به يې د دغو الوتكو چارواكو ته مخدر مواد وركول. دغه مخدر مواد به الوتكو ته اچول كېدل، الوتكي به الوتلې او بيا به دغه توكي د مخدرو موادو پر كاروباريانو خرڅېدل او هغو به د سي آى اى په مرسته پر نورو خرڅول. كه به چيري د قاچاقو ضد ادارو ياكومي بلي قانوني مرجع د دغو قاچاق وړونكو د نيولو يا مخنيوي په موخه څه ګام پورته كاوه، سي آى اى به د قاچاق وړونكو مرستي ته وردانګل او هغوى به يې د قانون له منګولو ژغورل. په دې ډول په امريكا كي د سي آى اى تر څارني لاندي د نشه يي توكو كار وبار دونه پر مخ ولاړ چي په ۱۹۸۵ع.كال د امريكا پنځلس ښارونه د نشه يي توكو عام منډيان وګرځېدل او د دغو توكو مافيا په ښكاره د غه كاروبار ته لاس واچاوه. چي دادى اوس دغه كار وبار په امريكا كي دونه پر مخ تللى دى چي په نړۍ كي چي هر څ ونه مخدرمواد توليديږي د دغه هيواد د روږدو كسانو نه بسيږي د امريكا ځينو نامتو � �خصيتونو ډېر پخوا لا په خپلو کتابونو كي اعتراف كړى دى چي د امريكا ډېر ډيپلوماټان هم په خپله د نشه يي توكو کاروبار کوي او هم د دغو توکو د مافيا د نړيوالي شبكې ملاتړ كوي. د نشه يي توكو په سوداګري كي د سي آى اى د ككړتيا په هكله ډېر كتابونه هم ليكل سوي دي. لكه د روبنز اير امريكا(Air America)، د جوناتهن كويټني د پېلوټانو جرايم) (Pilot’s Crim، د نشې رشتيانۍ كيسه (The Real Story of Drug)، توري پيسې او سي آى اى(Black Money and CIA). البته په اروپا كي د نشه يي توكو د كاروبار تر ټولو ستري شبكې په استنبول او د ډنمارك په پلازمېنه كوپن هاګن كي دي. د دغو شبكو ملاتړ او څارنه بيا د برتانيې پټه جاسوسي اداره (MI-6) كوي. د برتانوي ايجنسۍ او د سي آى اى تر منځ � �ېر وختونه د نشه يي توكو د قاچاقو او ګټو پر سر اختلافونه هم پېښ سوي دي. د نشه يي توكو په كاروبار كي د امريكا د سي آى اى، نورو جاسوسي سازمانونو، ځينو لوړ رتبه دولتي چارواكو د لاس لرلو په هكله خبري خورا ډېري دي. په دې هكله ځيني رسوايى او اختلافونه هم رامنځته سوي دي، چي بيا پردې پر غوړول سوي دي. لکه چي تاسو خبر ياست څه موده وړاندي د كابل په هوايي ډګر كي د ځينو داسي ښځو سره هېروئين نيول سوي چي خپل تړاو يې د لوړرتبه چارواكو سره ښوولى دى ( چي په اغلب ګومان دا د امريکا د سي آى اى لوړ رتبه چارواكي دي) ، خو بيا يې قضيه پټه ساتل سوې ده. موږ به كه خداى كول په يوه بېل كتاب كي پر دې ټولو مسايلومفصلي او مدللي خب� �ي وكړو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د القاعدی مشر ابومعصب زرقاوی وژل شوي دي", "output": "د عراق دولتي ټلويزيون نن دا خبر د نوم وړي هيواد له لمړي وزير نوري المالکي نه په نکل خپور کړ. د مالکي سلاکار ادنان الکاظمي ويلي چي نوموړی د چهارشنبې په ورځ ناوخته په بغداد کي وژل شوي خو نور جزيات په دې اړه نه دي خپاره شوي. د عراق لمړي وزير دا هم وويل چي له زرقاوي سره ٧ تنه نور کسان هم وژل شوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر کرزي له خُرم نه پوره پوره ملاتړ څرګڼد کړ", "output": "د جمهوري رياست څخه د يوې معتبرې م نبع په حواله د پحنشنبې په ورځ د کابينې په فوق العاده غونډه کې پريکړه وشوه چې په هيواد کې د د ملي ترمنالوژۍ پو� �ه پوره رعايت وشي او د کلتور وزير مکلف دى چې د ملي ترمنالوژۍ ساتنه وکړي ،دغه راز د ملي ټلويزيون پښتو او دري ګډ سرويس چې د ښاغلي خُرم په نوښت پيل شوى ستايل شوى او د کابينې د پريکړې په اساس به په ځاى پاتې وي ،دغه راز هر وزير ددې صلاحيت لري چې د خپل وزارت لوحې د هيواد په هره ژبه يې چې زړه غواړي جوړې کړي په کابينه کې دغه راز پريکړه شوې چې ملي ګالري د د اوس لپاره بيرته ملي نګارستان شي او وروسته به بيا په دې باندې يو کميسيون تصميم ونيسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کانگو:هوائي صانحې 33 تنه وژلي او 80 نور ژوبل دي", "output": "د کانگو ديموکراتيک جمهوريت د هوائي کرښي يوه الوتکه تيره ورځ ناوخته په ختيځ ښار گوما کې را وغورځيده چې په دې پيښه کې لږ تر لږه 33 تنه وژل شوي او 80 نور ژوبل دي .حکومتي چارواکي واېې دا پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې نوموړي الوتکه د نام ساعدې هوا له امله تر پورته کيدو شيبه وروسته له ستونزو سره مخ شوه او په مځکه ولگيده..د دې ملک حکوم تی وياند اسدراس کمبالي ويلي چې مړي او ټپيان ېې د پيښي له ځای څخه را ويستلي دي .عيني شاهدان واېې گمان کيږي چې په دې هوائي صانحه کې به 70 تنه وژل شوی وي ځکه د الوتکې له راغورځيدو سره سم ټول مساپر د � �اوخوا نيمي گړۍ لپاره د اور په لمبو کی گير ول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غور د ښځود چارو مشره په خټه ايرانۍ ده", "output": "د غور ولايت ګڼ شمير ميرمنې ددغه ولايت د ميرمنو د چارو د رياست د مشرې ميرمن سوسن له کړنو سرټکوي او وايې چې نوموړې ميرمن په خټه ايرانۍ ده . د غور والى عبدالحق هم د دغه ټکى پخلى کوي او زياتوي ، چې د افغانى تابعيت د لاس ته راوړلو له پاره يې هڅې پيل کړي دي . سوسن هم وايى چې ايرانۍ ده خو له يو افغان ګډوال سره يې واده کړى او ٦ کاله په افغانستان کې ژوند کوي . له دې نه وړاندې ولسى جرګه کې د غزنى ولايت استازې ميرمن راحله بى بى کبرا عالم شاهى باندې ورته تورونه لګول شوي چې سپيناوى يې تر دم ګړى نه دى شوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دريو كانديدانو مناظره دوام لري", "output": "ټولټاكنو ته د دريو تنو كانديدانو حامد كرزي ، اشرف غني احمدزي او رمضان بشردوست تر منځ تلويزيوني او راډيويي مناظره دوام لري . نوموړي مناظره چي دملي ت� �ويزيون او ازادۍ راډيو له خوا جوړه سوي ده دري واړه كانديدان په خپل ټاكلي وخت كي په سالم رقابت سره خپلي تګ � �اري تشريح كوي . نور جزيات به وروسته خپاره سي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن دکډوالو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.", "output": "نن دجوزا دمیاشتې دیرشمه چې دجون دم یاشتې له شلمې نیټې سره برابره ده دکډوالو لپاره دلمانځنې ورځ ده تیره ورځ دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې ویاند نادر فرهاد وویل چې لا هم گڼ شمیر افغان کډوال په گاونډیو او نورو هیوادونو کې دکډوالۍ شپې او ورځې تیروي. دا پداسې حال کې ده چې دهیواد له سویل نه دناامنیو دشتون له کبله گڼ شمیر افغانانو بیا کډوالۍ ته مخه کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دثورداوښتون کورني شرايط او نړيوالې پايلې ( 3 برخه )", "output": "� � دازل په ورځ دبرخو جواری وه ای رحمانه چا بايللې چا ګټلې د تيری دوهمی برخی سره په تړاو کې : دافغانستان دسياسی کړو وړو ټول اړخونه دکرملين تر لوپ ( ذره بين ) لاندي څارل کيدل او کله چې ئی په ١٣٥٦ کال کې وارزل ، کرملين پدی خبره باوري شو چی دپرچم اړخ پدی وخت کی دمرکزي کميټې د دوو غښتلو کسانويعنی کارمل او ميراکبر خيبر ترمنځ سياليو او مخالفتونو ډير ځپلې او د ټوټه کيدوپه درشل کې وو . د بلې خوا بيا دنورمحمد تره کی په مشرۍ د خلق دموکراتيک ګوند دمرکز او ليرو سيمو دروڼ اندو ترمنځ ، په تيره بيا په اردو کی ريښی خورا اوږدی ځغلولې او د داود خان دولت نور دهغه دځپلو توان ندرلود ځکه چی د اړتيا په وخت کولای شی وسله وال پاڅون تر برياليتوبه ورسوی . اوس نو کرملين دی پايلې ته ورسيد چی بايد دپخوانې منشعب شوی سازمان دواړه اړخونه چی پوره لس کاله ئی جدا او ان يو دبل پرضد فعاليت کړی وو ، يوار بيا سره يوځای او يو واحد ګوند تری جوړ کړی . ببرک کارمل چی د خلق دموکراتک جمعيت په وړوکی سازمان کی دنورمحمد تره کی دم� �ستيال پر مقام قناعت نه کاوه او له کبله ئی انشعاب وکړ او سازمان ئی دوی ټوټې کړ ، اوس ئی تر لس کلنۍ رياست ، د� �هرت ګټلو پخاطر مبارزی ، سياسی ودی او هراړخيزوهلو ځلو وروسته پدی پلمه چی ګويا زوريدلۍ اولس له ده نه قربانې او تيريدنه غواړې ، کرملين و دی ته حاظرکړچی په واحد ګوند کی يواربيا دسپين ږيرې نورمحمدتره کی مرستيالۍ ته غاړه کښيږدی . که څه هم په خلقی اړخ کی ډيروکادرونو او په ځانګړې توګه حفيظ الله امين او هغه ته نژدی کسانو داکار يو بی نتيجی ميخانيکې عمل ګاڼه ، مګر په ټوليز ډول ئي د نورمحمد تره کي د نه خفه کولو پخاطر غاړه ورته کښيښوده . په پوره يقين سره ويلای شو چی دخلق دوکراتيک ګوند په بيا يووالې کی کرملين دری ګټورې موخی په پام کی نيولې وی : ١ - دکارمل په مشرۍ دپرچم اړخ دتجزيه کيدو څخه ژغورل .٢ - سردار محمد داؤد چی اوس ئی دشوروی پلوه سياست نه ١٨٠ درجی مخ اړولۍ ، ددوی د دښمنانو سره ئی د دوستۍ تار اچولې او دپراخو مرستو وعدی ئی ورنه ترلاسه کړی وی ، بايد دګوند په بيا يوځای کيدو سره ئی غوږونه يوڅه تاؤ شوی وای . ٣ - که چيری داسی يو حا� �ت رامنځ ته شی چی ګوند و وسله وال پاڅون ته مجبورکړی ، نو د بريا په صورت به ( چی حتمی ښکاريده ) دکارمل ډله دهغه د لاسته راوړونو څخه بی برخی پاته نشی او دناکامۍ په صورت کی به بيا يوازی خلقيان وځپل شی ځکه چی د اردو ب� �خي ګوندی سازمانونه په واحد ګوند کی سره ګډ شوی نه وه او کرملين دخپلو سلاکارانود لاری پدی ښه خبر وو چي د پاڅون توان يوازی دخلقيانو سره پاته دي . د يادونې وړ ده چی دګوند مرکزی کميټې داپريکړه کړی وه چی د سردار محمد داود په مشرۍ به د جمهوری دولت هر اړخيز ملاتړ کوی او يوازی ئی په دوو حالتونو کښی وسلې ته دلاس اچولو حق دځان سره خوندی ساتلۍ وو :١ - که چيری نوموړۍ دولت د نورو کسانو لخوا ديوی کودتا پواسطه سرنګون شې نو ګوندی سازمانونه به دهغو کودتاچيانو په مقابل کي وسله را اخلې او واک به پخپله ورنه تر لاسه کوی . ٢ - که چي� �ی پخپله اولسمشر محمد داود دګوند په ځپلو باندی اقدام وکړي نو ګوند به دځان د دفاع پخاطر وسله وال عمل ترسره کوی . په هيواد کښی وروستې پيښې داسی پرمخ ولاړی چی د١٣٥٧ کال په پسرلې کښي دمير اکبر خيبر تروريستې وژنې او د هغه دجنازی پر مهال دمظاهری او مټنګ په بڼه دګوند د زور ښودنې امتحان سياسی نورمال بهير پر بل مخ واړاوه . ميراکبر خيبر چی دګوند په پرچمی اړخ کی يو غښتلې اواغيزمن سړې وو، ددوی دګوند په داخلی مبارزه کی د کارمل ډير سرسخت رقيب او حريف شميرل کيدی . دده مينه وال په ګوند کی خوا ډير وه او که د دواړو اړخونو يووالې ځن� �يدلې وای ، په پام کی وه چی د کارمل ځای ناستۍ وټاکل شی . دده د وژلو په هکله مختلف شکونه موجود دی . � � � � د خيبر جنازه دنورمحمد تره کی پر اوږو خدای بخښلۍ عبدالقدوس غوربندۍ چی دپرچم په مرکزی کيټه کی يو پياوړۍ غړۍ پاته شوی وو ، د ژوند په وروستيو کښې ئی يوکتاب خپور کړ . ارواښاد غوربندی په خپل دغه کتاب کښی د خيبر دشخصيت ، په پرچم اړخ کی دهغه دمحبوبيت ، په تيوری کښی دهغه د ژور استعداد ، په سازمانی چارو کی د هغه دتوان او همدارنګه دکارمل سره دده د مخالفتونو په هکله بشپړ معلومات ليکلې دې . دې څرګندوی چی دده د ډارولو پخاطر کارمل څوځلې دی په مرګ تهديد کړې هم وو او پدی اړه ئی دخپلوسترګوليدلې حال دلوستونکو سره شيريک کړی دې . کله چی د ١٣٥٨ کال دجدی پر٦ روسانو ديرغليز اشغال وروسته کارمل ته دچارو واګی پلاس ورکړی او ده دخيبر د وژنې په اړه غوږونه کاڼه واچول او پدی هکله ئي دهيڅ ډول جنايی څيړنو امر ور نکړ ، په خلګو او ګوندی کړيو کښی داشک غښتلې شو چی کارمل له خيبر نه سخته کرکه درلوده او په غالب ګمان به . . . . . په هرحا ل ، دخيبر وژنه که دهرچا پلاس تر سره شوی وی ، د پيښو د سياسی بهير په اړه يوپلانيزه عمل وو يا يوه تصادفی کړنه ، خو دهيواد نسبتا ارام چاپيريال ئی ولرزاوه . د ګوند د زور ښودنې تظاهر سردار محمد داود چی ځان ئی پر اوضاع باندی پوره واکمن گاڼه ، په قهر راوست ، وئی غوښته په يوه پريکنده ګام سره ټولې سياسی ډلې و ډاروی او پرځای ئی کښينوی نو ئی دخلق دموکراتيک ګوند په ځپلو ، ټکولو او سرکوبولو لاس پوری کړ . دګوند مشران ئی په ډله ايز ډول زندان ته واچول او دملې خاينانو پنامه ئی اعلان کړل چی دقانون له مخی ددی ډول کسانو جزا اعدام دی . هغه وو چی دمرکزی کم يټې دپريکړو له مخی ددوهم واريانت شرايط منځته راغلل يعنې که چيری داود خان دګوند وسرکوبولو ته اقدام وکړی نو دوی هم دځانه څخه وسله واله دفاع خپل حق ګڼی . لنډه داچی د ١٣٥٧ کال دثور په اوومه نيټه د وسله وال پوځ ګوندی سازمانو غړو په سپينه ورځ وسلې را واخيستې او په لنډو کښی ئی د داود خان په طرفداری د وسلوالو ټولګيو مقاومت له منځه يووړ او دچارو واګی دهيوادپه تاريخ کی دلومړې ځل لپاره ديوه سياسی ګوند پلاس ورغلې ، کوم چی نه ئي پخپله په دولتی چارو کښی دعملې سياسی رهبری کولو تجربه درلوده او نه هم اولس ددی ډول فوری تغيراتو ومنلو ته اماده ګی . په خواشينې سره بايد ووايو چی دپاڅون پدی اقدام کی د دواړو خواوو څخه پروطن مين هوډمن افغانان ورګډ وه ، په ميړانه يودبله سره وجنګيده او دواړو خواوو زيات شمير تلفات ورکړل چی دهررښتنې افغان دپاره زړه بوګنونکې خبره ده . هغه وخت که داکارهرڅومره هم يو پرځای عمل وګڼل شو ، خوپه نننی شرايطو کښی به پدی هکله دا� �ول قضاوت او پريکړه کول اسانه کار نه وی ، داځکه چی :الف - دايوه پلانيزه دنده نه بلکه يو تحميل شوی عمل وو . داود خان ته نژدی ناوړو لاسونو هغه تحريک کړ تر څود وسله وال پلو نه ديوه غښتلې سياسی ګوند په ځپلو لاس پوری او هغه دځان ددفاع پخاطرو وسله وال پاڅون ته وهڅوی . ب - تجربې وښوده چی دا اقدام دټولنې د عينی او ذهنې شرايطو س� �ه برابر سنجول شوی نه وو . ج - دهيواد په دننه ، په سيمه اونړی کښی دداسی اوښتون په اړه معنوی خواخوږی او د واقعی مادی ملاتړ سرچينې په صحيح توګه په ګوتو شوی نه وی . لکه څنګه چی وروسته څرګنده شوه ترټولو ډيرحساب د� �ستوڼی پرمار( شوروی اتحاد ) باندی ترسره شوي وو .د - د ١٣٥٨ کال دجدی ٦ نيټه دهمدغه اوښتون د وروستيو پيښو په تعقيب منځته راغله چی د سيمی او نړۍ په کچه ئی دافغان اولس دپاره يوه ستره غميزه سوغات راوړه . وايی چی تر بی ع� �ل دوست هوښيار دښمن ښه دی . افغانانوبه هر وخت چی وای دداسی کم عقل دوست نه به ئي لکه دشوروی مشران ، ازار ليد� �ې وای ځکه چی په ګرمو اوبو غسل کول ددوی يوه پخوانۍ تاريخی هيله وه . خو ددغی هيلې وتر سره کولو ته ئی يوازی د ثور داوښتون وروسته اميدونو غوټۍ وسپړلې . يو روسی متل دی چی وايی : که زور لری نو دعقل اړتيا دی نشته . دايو وا� �عيت چی کرملين زور درلود خو دعقل کمبود ئي ددی لامل شو چی په غلطه سره شرايط په خپله ګټه وسنجوی . دوی يوازی داکافی ګڼلې وه چی دثور دڅپڅپاند حالت وروسته کولای شي دافغان مشرانو دباور په ترلاسه کولو سره ، دهغوی په � �ستوڼی کی د مارپه توګه دوی غافلګير او په لنډ وخت کی خپل لاسپوڅۍ ته د ارګ واک وسپاری . پدی توګه د ثور ٧ نيټه دجدی د ٦ نيټې دستری غميزی سره وتړل شوه او دهغه علت او انګيزی دپاره چی دسايبريايی خرس رسيدل تر تودو اوبو پوری وو ، يوه بهانه او پلمه وګرځيدله . همدغه شې ډير بنسټيز ټکۍ دی چی ځوان سياست خوښونکې ئی بايد په پام کی وساتې ، دچاپيريال سياسی بهير په ځير وڅيړی ، بالقوه او بالفعل دوستان او دښمنان يو له بله جدا او ورسره سم ح ساب پری وکړی . اولسمشر محمد داود هم پدی پيښه کی دخپلې کورنۍ دغړو سره يوځاي دنورو قربانيانو ډلې ته ور ننوت . که څه هم داود خان يو ديکتاتور او ځان غوښتونکۍ مشر وو ، خو زما په اند دهيواد دټولنيزی ودی په هغه پړاو کښی دهغسی يوه دسپلين سره يو ځای مناسبه ديکتاتوری تر اوسنۍ دموکراتيکی انارشۍ ډيره ګټوره ، په هيواد او سيمه کی دسياسی ټيکاو لامل ګرځيدلې وه . زه پدی باوريم چی دهيواد په معاصر تاريخ کښی اولسمشر محمد داود د وطن سره د زياتې مينې درلودلو له کبله د ډيرو وطنپالو مشرانو دسرپه ډله کی دريدلای شی . دی يو ترقی غوښتونکۍ ملې شخص وو ، عالې اخلاق او ډير عادی ژوند ئی درلود . دی يو باعزته او باناموسه مشر او دټولو هغو اخلاقی نيمګړتياو څخه پاک وو چی په وروسته پاتو ټولنو کښی دولتې مشران تر ستونی پوری ور پکښی غرق دی . دده يو ځوی دکابل پولې تخنيک انستيتوت کی زما سره يوځای استاد وو چی دافغانې ښکليو اخلاقو له مخی داسی يوه په زړه پوری بيلګه وه چی بايد په موزيم کی وساتل شی . زموږ هيواد دلومړې ځل لپاره د داود تر مشرۍ لاندی ديوه ډير عصری ( مدنی قانون ) چی په سيمه کی ئی سارۍ کم وو ، څښتن شو . هغه اقتصادی پلانونه چی دخارجی مرستو پر بنسټ ده عملا پيل کړيوه او په پوره برياليتوب سره پرمخ روان وه ، په واقعيت سره د يوی سوکالې اوغوړيدلې ټولنې دجوړيدو پيلامه وه . خو افسوس او زر افسوسه ! دده په نژدی کړيو کښی د ( کا جی بې ) اجنټانو ، دې دداسی يوی ډلې په مقابل کی تحريک کړ چی دپوره وسله وال توان سره سره ئی دده بشپړ ملاتړ ته هوډ کړی وو . که داسی يوه وطنپال او ترقی غوښتونکې مشر پر داسی يوه غښتلې سياسی جوړښت باندی تکيه کړی وای ، اولس به نور د يوی غوړيدلې او سوکالې ټولنې دجوړولوطلايی چانس له لاسه نه وای ورکړې . خو داشۍ دهيواد دسوګند خوړلو دښمنانو هيله نه وه اوهيڅ وخت ئی هم دليدلوسترګې نه ورته درلودی . ( ددريمې برخی پای . نوربيا ) پوهنمل حاجی محمد نوزادی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بارک اوبهاما: القاعده کمزوري شوي ده", "output": "میرویس جلالزی د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما ویلي چې د القاعدې ترهګره ډله د امریکا د هڅو په پایله کې کمزوري شوي ده . د اوبهاما دغه څرګندوني د القاعدې د ډلي د مشر اسامه بن لاډن د هغه غږیز پیغام وروسته دغه څرګندوني وکړې چې د امریکا د هوايي کرښي د یوې الوتکې د ناکام تښتونکي عمل یې پکې ستایلی وو. اوبهاما دغه څرګندوني په یوه ټلویزیوني مرکه کې وکړي. د سیاسي چارو شنونکي وایې چې د تیر کرسمس دالوتکې تښتوني ناکامي هڅي وروسته یو ځل بیا پر امریکا د ا لقاعدې د بریدونو ویره خپره شوي ده . ښایې اوبهاما هڅه وکړي چې په خپل دغه بیان سره د امریکایانو په مینځ کې رامنځ ته شوي د القاعدې ویره بي اثره کړي. اوبهاما وویل چې القاعده او د بن لاډن نور قوماندانان امریکا وارخطا کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داشرف غني څخه دافغان ساينس پوهانوټولنې ملاتړ", "output": "پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځد� �اڼ دډاكټراشرف غني څخه دافغان ساينس پوهانوټولنې دملاتړ خبرتیادجرمني هیواد، نېټه :12-Aug - 2009 په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنه دولسمشرۍ څوکۍ لپاره ، په ملي اونړیواله کچه پيژندل � �وی ،سیاسي ،فرهنګی ،علمي اوملي شخصیت ښاغلي ډاكټراشرف غني احمدزي دکاندیدتورۍ څخه خپل بشپړ ملاتړاعلان کوي .دافغان ساینس پوهانوټولنې غړي په دې انددي چې دولسمشرۍ څوکۍ لپاره ډاكټراشرف غني احمدزی داوسنیوشرایطوپه پام کې نیولوسره دنوروکاندیدانوپه پرتله یوغوره ،په نیک نوم پيژندل شوی دباوروړ ،عالم ، قاطع ،مستحق ،وطنپال ،صادق ،مناسب ،ممتازاو مخکښ کاندیددی . داځکه چې یوخوانوموړی یواځینی کاندیددی چې په ملي او نړیواله کچه دیوه نامتودیموکرات، سیاستپوه ، ملي شخصیت په توګه پېژندل شوی دی اوبلخوا هغه يواځينى كانديد دى چې د هېواد او ولس د سوكالۍ اوپرمختګ په تړاوه� �اړخیزبنسټیزلنډمهاله اواوږدمهاله لیکل شوي عملي پلانونه لري .دبیلګې په توګه ډاکټر اشرف غني د عادلانه نظام لار ترسرلیک لاندې خپل پلانونه په یوه کتاب کې لیکلي دي . دا اثر په (٢٦٧) مخونو او شپږو فصلونو کې ترتيب شوی دی . په دې کتاب کې ښاغلي ډاکټر اشرف غني دهیواد دراتلونکي برخلیک په تړاو یوپوهنیزاومتحرک ا� �تصادي پلان خپل ولس ته وړاندې کړیدی. دبیلګې په توګه دکتاب په ۱۱۲ مخ کې د(شایسته سالاري ) ترعنوان لاندې راغلي دي :دښایسته سالاري مفهوم دادی چې کارپوه ،رښتیني اوپه روښانه اصولوولاړخلک بایدددولت داصلي اقتدارپه سر کې واقع شي .زموږپه ژبنۍ محاوره کې دې اصل ته د(کاراهل کارته سپارل ) وایي . دښایسته سالاري مفهوم څخه موږداسې پایلې ته رسیږوچې ډاکټر اشرف غني د انسان پوهنی(انتروپولوجی) عالم په توګه ټولومسلکي کارپوهانوخوپه تیره بیا په نړۍ کې خواره واره ځوانو ساینسپوهانوته بلنه ورکوي ترڅودراتلونکي اغیزناک دولت ،متحرک اقتصاد،پیاوړي افغاني هویت اواغیزناکې نړیوالې همکاری په منځ ته راتګ کې فعاله ونډه واخلي .په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنه د ډاکټر اشرف غني د عادلانه نظام لار څخه په کلکه دفاع او ملاتړکوي . که چیرته دخدای (ج) په م� �سته اودافغان ولس په غوښتنه ډاکټر اشرف غني دولسمشرۍ ټاکنې وګتلې، نوپه جرمني کې موږوطنپال ساینس پوهان ژم نه کووچې خپله مسلکي پوهه به دولس په خدمت کې سمدلاسه پیل اوجاري وساتو . (پای )(په درنښت ) په ج� �مني کې دافغان ساينس پوهانود مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوبځدراڼ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "میرویس یاسني او شهلا عطا ځانونه ولسمشریزو ټاکنو ته ونومول", "output": "میرویس یاسني او � �هلا عطا ځانونه ولسمشریزو ټاکنو ته ونومول د ولسي جرګې دوو غړو په رسمي توګه ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه ونومول. دغه دوه کسه میرویس یاسني او میرمن شهلا عطا دي. میرویس یاسني د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی او د ولسي جرګې لومړی مرستیال دی چې له دې دمخه یې د مخدره توکو په ریاست کې دنده لرله.شهلا عطا د کابل ولایت وکیله ده چې وایې غواړي د افغانستان په تاریخ کې د لومړۍ ښځي په توګه د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان ورسوي. له دې سره د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندو شمیره له ۱۳ پورته شو.رمضان بشردوست، اشرف غني احمدزی، حامد کرزي، علي اح مد جلالی، سیدجلال، ډاکټرعبدالله عبدالله او یو شمییر نورو څيرو لا دوخته ځانونه دغې څوکۍ ته نومولي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوی کال مو تر لومړني هغۀ بريالی غواړم .", "output": "د بېنوا پاڼې ګرانو چلونکو! ښايي لومړنۍ پښتو وېبپاڼه به ياست چې د خپلې کاليزې پر وياړ د ليدونکو ، کارونکو او مينه والو نظر غواړئ . په هيله يم چې نظرونه ډير ومومئ او عملي .... د بېنوا پاڼې ګرانو چلونکو!ښايي لومړنۍ پښتو وېبپاڼه به ياست چې د خپلې کاليزې پر وياړ د ليدونکو ، کارونکو او مينه والو نظر غواړئ . په هيله يم چې نظرونه ډير ومومئ او عملي لارې يې هم وسنجوئ . ما ستاسو وېبپاڼه تل ليدلې ده . د خبرونو برخه مې يې د کارونکو اړتيا بللې ¸د خبرتيا ستون مو د کتابونو او مجلو له خپراوي خبر کړی يم ، د پوهې ډګر چې په دې وروستيو کې د سياسي ليکنو په شنننې بدله شوې ، له هغه پيله راته کله ناکله لانجمنه ښکاره شوې . په نورو پاڼو کې مو خورا ښه مطالب راټول کړي ، ستاسو زيار ، حوصله او په پرله پسې توګه د داسې پاڼې روزنه او پالنه د قدر وړ بولم . دومره کار ستاسو د ځوانو ولولو او له خپل کار سره د بې کچې مينې بېلګه راته ښکاري . کله کله ستاسو د پاڼې په ليدو هغه خوب راياد شي چې په يوې لويې خزانې اوښتی يې او نه پوهيږې چې څه او څه اول راواخلې . دا کار ځينې ستونزې لري . لومړی خو ډير کار او حوصله غواړي چې تر اوسه مو لرلې ده ، دا چې په راتلونکي کې به يې هم ولرئ که نه وخت به يې جوتوي . دوهمه مساله پکې د يوۀ څرګند ليدلوري يا ښکاره موخې ورکيدل دي . کله چې کار ډير شي دا امکان زياتيږي چې انسان له ټاکلي هدفه پام واړوي . ښايي همدا علت وي چې بېنوا وېبپاڼه په وروستيو کې لا ډيرې سياسي شنننې خپروي . زۀ نه پوهيږم چې پر سياسي چارو تبصرې مو له پيله په نيت کې وي که وروسته وروسته مو ورپام شول ؟ ښايي ځينې استدلال وکړي چې د خلکو اړتيا ده ، د ليکونکي غوښتنه ده . خلک به ډير څه غواړي ، ليکوال به ډير څه ليکي ، چلونکي يې تاسو ياست ، تاسو هم دغه څه غواړئ او که د غرۀ د مست سيند په څير په مخه درغلي هر څه درسره رغړوئ. طبعآ دا پوښتنه يوازې تاسو ځوابولی شئ زۀ ستاسو د وېبپاڼې د يوۀ کارونکي او ليدونکي په توګه تش دومره وايم چې کله نا کله لوری درڅخه ورک ښکاري . که چيرې زما ګومان ناسم وي او تاسو په لوی لاس دغه تګلاره پر مخ بياياست ، نو ملي ګټې پکې مه هيروئ . ستاسو ځينې شنننې له ورايه ښکاروي چې احساسات پکې لاس بري دي . ملي ګټې بايد د ولولو قرباني نه شي .ستاسو د وېبپاڼې املا هم د شنننو په څير يو ډول نه ده . د يوې وېبپاڼې بلکه د خپرندويو رسنيو د هرې برخې برياليتوب په همدې کې وي چې تګلاره او املا يې يوه او معلومه وي .نوی کال مو تر لومړني هغۀ بريالی غواړم . د يوې املا او يوې تګلارې وېبپاڼه وچلوئ چې ملي ګټې پکې خوندي او ستاسو ګاللی زيار د پام وړ پاتې شي . په درناويايمل پسرلیلندن انګلستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان ادعا کوي چي په میوندکي یوه انګریزه وژل شوې ده", "output": "طالبان ادعا کوي چي د کندهار په میوند ولسوالۍ کي یو شمیر هلکانو پر هغه انګریزي سرتیري پطرول شندلي چي په سیمه کي دکورونوپه تلاښۍ بوخته وه . د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي په وینا نوموړې انګریزه تر سوځلو وروسته وژل شوې ده . یوسف احم دي بېنوا ته دټیلفون پرکرښه وویل ((نن سهار08:18 (2008-11-4) دکندهار ولايت د میوند ولسوالۍ د مرکز ( دامريت ودانۍ ) شاته په سل متره کې ددې سيمې کوچينانودتيلو په واسطه په داسي حال کې يوې ښځينه خارجۍ عسکري ته اور واچاوه چې کله دا په دې کلي کې دتلاشي په موخه دعاموخلکوپه کورونو کې ګرزيده .)) دښاغلي احمدي په وینا دا� �ومړۍ ځل نه دی چې دهيواد کوچنيان دخپلو وطني او اسلامي احساساتوله مخې بهرني عسکر وژني ، دوه (2)کاله وړاندې هم ددې ولايت د شاوليکوټ ولسوالۍ د باختوپه سیمه کې يوه کوچني دولس کلن هلک ( شهيدعبدالکريم ) په داسي حال کې يوکاناډايي افسر په سرپه تبرووهلو چې کله نوموړي افسر کليوالوته په ویناکوله .چي وروسته هغه ماشوم دنوموړو ځواکونو لخوا په ګولیو وویشتل شو. خو په کندهار کي دپولیسو د امینیت امر عبدالله خان بېنوا ته دټیلفون پرکرښه وویل چي په میوندکي داسي کومه پیښه نده رامنځته شوې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لس تنه عراقي حاجيان ووژل شول", "output": "ددغه هيواد دپوليسو په وينا په هغه بريد كې چې تيره ورځ دحاجيانو دموټر پركاروان دناپيژندل شويو وسله والو لخوا دكربلاښار ته څيرمه دالنقيب په سيمه كې ت� �سره شو په،كې هغه شيعه حاجيان په نښه شوي چې، تازه دحج دفريضي دلمانځني وروسته خپلو كورونوته پرلار وو.په پيښه كې دپنځه ويشتو تنو دژوبل كيدو خبر هم وركړى شوى دى.تراوسه پرحاجيانودبريد پړه چانه ده منلې،خوپه عراق باندې دامريكې تريرغل وروسته په دغه هيواد كې مذهبي تشدد او تاوتريخوالى رامنځ ته شوى چې،له امله يي په زرګونه سوني او شيعه مسلمان وكړي له منځه تللي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لنډه کيسه", "output": "بيامې هېڅکله دهغې سترګې ونه ليدلې. همت الله امين زىيوه خواورځ تې� �ه اوماښام اوله بلې خوا آسمان وريځ وو ځکه نوهرڅه ښه نه صحي کيده،اټکل کېده چې نور به هم واوري،تالندې اوب� �ېښناوې هم ډېرې کېدې،سپرلى وو،ټول په تلوارکې ووچې ووريهاخولږڅه وار وکړهريوه هڅه کوله ځان تريوه ځايه ورسوي. پوره درې ساعته مودباران درېدوته انتظارکړى وو يوه ويل چې نه نورنوشين کېږي پادپسې راوالوت،بل چې لږڅه سپين ږ يرى غوندې ښکارېده ويل چې نه والله څوکاله وړاندې زماښه په ياددي همداسې ډېرباران وشو،سېلابونه لاغلل هغه مهال هم هواهمداشان وه خوهغه وخت باران لانورموسم ونيوه او ډېره خواشينوونکې داچې دهمدااوس په څيرهواهم ډېره تيا� �ه وه هغه وخت بياترسهاره ښه واورېده دناوويوه جوړاوه زمونږه هم ځواني وه ترډېره پورې داملګري ملګري سره يوځاي دجومات په چوتره کې سره ناست دسېلاب اوچت غږ دناوو شوړا اودبارن شړقا له امله په ناروغږېدوکه څه هم ډېرنيږدي په يوه واټن کې سره ولاړ،وو خداي دې خيرکوي ما خودااوس هم هماغه شېبه رايادوي خداي دې وکړي چې يوځل ترکوره پورې ورسېږو. ريښتيامودسيمې کلينيک ته ددواداخيستلولپاره تللي وو. نوروهم ځينې دکور دسودااوځينونوروبيانو� �و نوروکارونوپه موخه دسيمي ښارته راغلي وو. موږ سره په دې ډله کې ډېرې ښځې هم وې ځينې لږڅه ځوانې وي نورې يې له عمره زياتې او په کچرو باندې سپرې وي که څه هم ټولوښځوشنې چادري ګانې درلودې نه صحي کېدې چې کومه ځوانه اوکومه يوه له عم ره ډېره ده يواځې له تګه څه ناڅه فکرکيده چې کومه ګړندۍ ځي خوځښت اوحرکت لري. دامهال دټولوستونزه يوه وه همداچې ځان تريايه ورسوي،لاره هم خټه وه ګړندى تګ هم نه کېده خوبياهم يوڅه کېده لږ تکړه لږمخکې اونوربياپه همدې سلسله خوځېدلي وو. ددوي په ډله زه يواځينى څوک وم چې ترنورومې کورپه لارکې وه اوتردوې مې منزل نېږدې وو. شېبې تېرېدې کرارک� �اباران هم داسې معلومېده چې بياپيل وکړي،ټول اوچت اوچت غږېدو،تالندواوبرېښناووغږونه يوپه بل پسې اورېده کېده،باران شو،داسې يې موسم ونيوه چې نوريې نوږلۍ يې هم ملتيا کوله ټول يوځاى پټم ودرېدو،رېښتيازمونږدحوېلۍ دېوا� �ونه ښکارېده،څه مې ويلى هم نشوى خوبيامې هم سل زړونه يو زړه کړ ومې ويل ګورۍ دغه دېوالونه يې چې معلومېږي دغه زم ونږکوردى يوه اودووته نه وايم راځۍ ټول راسره لاړشي،داباران کېداى شي دوام وکړي اوبياکه لږڅه لاروشوه بيابه لاړشۍ،اوس که راسره لاړشي داښځې بېچاره ګانې؟ دامحال نو باران اوږلۍ داسې په شړق اوري چې دټولوکالي لامده خيشته لاهم تالندې اوبرېښناوې کېږي،يوه سپين ږيري وويل چې راځې ريښتياوايي دالته به يو دقيقي کينوګوندې چې باران هم ک� �ارشي اوبياله دې ځايه به هغه ډېرښه وي دلته خوموداباران اوورسره ږلۍ ژوبلوي. بياخونودکلي کورخبره ده که څه هم ډېرپردي وي خوبيادپښتوننګ دى ويې ويل داسياسرې ښځې بېچاره ګانې دوي خودتداوۍ په خاطرراغلې وې اودابه يې په ناروغي باندې هم بده اغېزه ولري دابه هم دالته لاړې شي. کورته ورسېدو زه ترمخ شوم پلارجان مورجان نارې مې وکړې هغوي هم زمادراتلولارې څارلې داوخت مې وويل مورجانې پلارجانه دالته مېلمانه راسره دي ورخلاص کړي اوهمداسې په يوه ساه ور هم ټکوم. کوچيني ورور مې دحوېلۍ ورخلاص کړ،حوېلۍ ته دننه شوم ورور مې ويل داماماګان، داته داڅنګه لامده شوي ياست،غږيې پرې وکړ،راځي راځي داسې دمېلمنودخونې په لورراځې راځي راځي داوخت نوماخستن ده اودورېځې نوره هم تياره کړې ده،پلارجان مې دميلمنوپه خونه کې له مېلمنوسره کېناست،اوښځې هم له مورجانې سره مې لاړې ماخپلې جامې بدلې کړې،بېرته ورته راغلم پلارجان ته مې کيسه وکړه چې داسې باران ونيولو،پلارجان مې هم دتل په څېرشاباس اوآفرين � �اته وويل اوويي ستايلم،چې ځويه ښه ده چې دوي دې هم له ځان سره راوستل،يوه څه جامې مې ورورجان نورې هم راوړې اويوه نيم بل هم خپلې جامې بدلې کړي خوساړه نه وه ځکه چې هواډېره سړه نه وه، نودډوډي وخت دي دکلي کورخبره وه همدستي م وڅه دډوډي لپاره تيارکړل شيدې مستې خوپرېمانه وو اونورهم په کورکې يې لاډوډۍ نه وه خوړلې،ډوډۍ موسره يوځاى وخوړه،خبرې خبرې پيژندګلوه هم ژوره شوه داوخت نو باران په همغه شدت پوره يوساعت نورهم دوام وکړ. ماخستن اته اته نيمې بجې دي،باران ودرېده يونيم سره په خپلوکې سره خبرې پيل کړي پسپسک اورېده کېده چې ورور مې خونې ته راننه ووت ويل پلارجانه دااوس يوه ډله خلک دغسې ښکته روان وو اوسره غږېده چې اوس به چيرته يې،ښايې داکاکان ګان به يې ښودل،اوچته پسې راجګ شوم خلک مې راوګرځول ريښتياپه همدې خلکوپسې راغلي وو واړه واړه اليکينونه ورسره وو،ورته ومې ويل دغه خلک چې تاسې يې يادوۍ،هغوي زمونږکره دي له ماسره راوګرځېدل. داخلک هم خوښ شول همداسې سرسري مننه يې هم په خپلوکې سره وويل،راتاوشول خونوريې وويل چې نه مونږبايدلاړشو،کلي کي دخلکوډېره سوداوه چې دوي څه شول همداسې چې ښکته راتلوددانورکلييوخلکوهم په خپلوخپلوانوچې په دوي کې وه ورسره راملګري شوي وو.خلک کلک شول چې ځو،باران درېدلى وو،ريښتيالاړل ښځې يې هم له سرکړې،اولاړل،څوورځې وروسته مې پلارجان پورته يوه ختم ته تللى وو ماسپښين چې کورته راغى،ډېرخوشحاله وو، ويل يې ځويه نن ټولوستاصفت کاوه اوماته هم ټولوويل چې يوه پادشاهي ځوي دې دى.ځوي جانه ځماشمله دې نن دخلکوپه منځ کې ډېره اوچته کړي وه. دکلي کورپه مسايلوکې همداسې لانورغښتلي شي. اوس هم کله ناکله هغوي يونيم وينم ډېرښه برخوردراسره کوي خودځينونورو لپاره هغه وروستى ماښام شو،بيامې کله هم هغوي ونه ليد� �،هغوي نه،هغه،هغه چې په لومړي ځل کلينيک کې يې راسره سترګې په سترګوشوه،اوبياچې کله ماخستن يې دتلوتکل کړي وو په کراره وويل چې دخداى په امان،دهغه امان غږيواځې ماواورېداوهغې هم يواځې ځه اورولم اوبيامې هېڅکله دهغې سترګې ونه ليدلې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان ولې تل د منفي سیاستونوښکاروي؟", "output": "وروسته تر دې چې نړی والې ټولنې افغانستان ته مخ راوتړاوه نو دلته ډيرنوي هیلې او نوې اندونه د دې هیواد د اوسیدونکو سره پيداشول چې د دې اندونوڅخه یو یې هم ټاکنې وې چې دا ټاکنې بیا کیدای شي د یوه سم سیاست پوه لخوا د سم سیاست د کارونې لپاره ترسره شي.هوکې که چیرې دسیاست پيژند ته ځيرشونوسیاست به داسې مانا وونه لري لکه څنګه چې یې زمونږ سیاست مداران کاروي.ځکه سیاست په قانوي توګه دکارونوسمبالولوته وايي نه دې ته چې زمونږاوسني سیاست مداران ترې منفي پيژند واخلي هغه هم داسې چې خررنګه اوهرقسم چې کیږي خپلوموخوته ځان رسولوته د دوی په اصلاح سیاست وايي.تاسو وګوری په افغانستان کې شوي او روان سیاستونه تل د ځان په ګټه کارول شوي دي ځکه زمونږسیاست پوهان نه غواړي چې دوی داسې سیاست وکړي چې که چیرې دوی د دې سیاست په کارولوسره ماتې هم وخوري خو د دوی د هیواد هرڅه په خپل ځای اوسم پاتې شي نه داچې لکه څنګه چې روان دي. په افغانستان کې د ټاکنود نیټې د رانیژدې کیدو سره سم ډيروخلکوپه یوه اوبل نوم ځانونه د ولسمشری او ولایتي شوراګانود نوماند په توګه خپل ځانونه ونومل چې ځينې په ولایتي شورا کې ځينې بریالي اوځيڼې خو یې لابریالي هم نشول.او د ولسمشری او ولایتي شورافرق داوو چې ولسمشری ته یوازې یو کس په کار وو نه لکه ولایتي شورا چې هر ولایت ته د هغه ولایت د نفوس اوموقیعیت سره سمې څوکی ورکول کیږي.خو دلته هرچا هرڅه وکړل درغلي وشوې د خلکو غوږونه د یوې رایې په خاطرغوڅ شول خلکواوټول هیوادځانونه په خطر کې واچول او لاړل د رایو د صندوقونوشاته اوخپلې رایې یې وکارولې.که هرڅه وو خومشت نمونه خروار.وروسته تردې چې رایې په محلونوګې وشمیرل شوې او کابل ته یې پایلې را ولیږدول شوې نو ناندرې پیل شوې اوهرچا چې ځان ته د دې وطن غمخور او د بلون راوستونکی ویل د دې ډلې مشري هغه په غاړه واخیسته.والیان د مرکزي دولت پروړاندې وهڅول شول،د بهرنیانوسره ناسمې او هیواد خرڅونکې کتنې وشوې........خوداسې ډيرڅه وشول چې یو یې هم د کولونه وو.خوپه پای کې همدې نوماندفیصله په دې وکړه چې درایوپایلې نه مني ځکه دی نه ده بریالی شوی نودی غواړي داځل د دې په ځای چې د خلکو غوږونه پرې شي باید چې پښې یې پرې شي د دې په ځای چې دې هیوا د ته یوڅوروپي خیر ور واړوي ښه داغده چې د دې هیواد لپاره بیا په میلیونودالرد دې ښکارشي چې ګواکي ټاکنې بیاځلې وشوې او دلته بهرنیانو هم اوبوخړولې اوماهیان یې پکې نیول.د هرچاسره رنګارنګه لیدنې کیدې هرچاته رنګارنګه وعدې ورکول کیده او دې منفي سیاست پوهانو هم داسې په هو سره سرونه ورته ښورول چې هیڅ تصور یې نه کیده.دوی د دې په ځای چې د دې هیواد امنیتي وضعې خراب اقتصاد او نوروناخوالوته کتلي وای دوی دې ته کتل چې دامظلوم هیواد او مظلوم وګړي په چا د دې لپاره خرڅ کړي چې دی قدرت لاس ته راوړي،اویا په را روان حکومت کې ورته بیا یوه ښه غټه څوکۍ په لاس ورشي ځکه دوی خو بې د دغې څخه هم د دې مخ دې هیواد ته نه لري چې دوی به پرې داسې باورکړی وي چې راځه ورته رایه ورکړه چې خدمت به درته وکړي.که چیرې د شخصیت،علمیت،وړتیا،اود نړی والې ټولنې ملاتړ ته راشو د ولسمشرکرزي په ګډون او جمع دانور نوماندان یوه هم دومره لوړشخصیت،علمیت او وړتیا نه لرله ښاغلي ډاکټراشرف غني احمدزي صاحب چې درلودله خو ووګوری هغه ښاغلی د دې لپاره چې داهیواد او پکې میشت وګړي نور اوبیاځلې وونه ځوریږي اووونه کړیږي،خپله ماتې وومنله داسې نه چې ډاکټرصاحب ماتې خوړلې وه بلکه ده ځان ته د دې لپاره چې د افغانستان اوسنی حات یې په پام کې نیولی وي ځانته ماتې ورکړه او کرار کښیناست او ورته ګوری چې همداسې ناست پاتې شو،خوزه بیا هم په دې آند یم چې د دې هیواد لپاره به هغه کرار نه کښیني او تل به ورته هلې ځلې کوي ترڅو داهیواد د تل لپاره په خپلوپښو ودروي.او چې څومره زه خبر یم اوس اوس یې لاهڅې پيل کړي دي او که خدای کړي وي د نوروټولوڅخه ډير به ډاکټرصاحب اشرف غني وکولای شي له دې هیواد سره زیاته مرسته وکړي. خوبیرته راځم خپلې موضوع اومنفي سیاست ته:دلته بیا هم ځينونوماندانوخپلو منفي سیاستونوداسې زور ورکړ چې که چیرې نن د دې ډيری وګړي نالوستي دي خوڅوکاله وروسته به په دې وپوهیږي چې ایا څوک د دې د ولسمشری وړ وو.نن چې ټول افغانان د ولسمشر کرزي څخه ملاتړ کوي او بیاځلې د رایه ورکونې څخه ډډه کوي لامل یې دا نه ده چې ګواکي کرزي دې هیواد ته ډير داسې وړکارونه کړي خو لامل یې دا ده چې بیاځلې رایه ورکونه هیڅ امکان نه لري ځکه تاسو هره ورځ د هیواد د هرې برخې څخه رنګارنګ راپورونه اورې،اوبل داچې د دې هیواد اوسیدونکو د دې هیواد په تیروټاکنوکې هغه څه ولیدل کوم چې د طالب وسله والو لخوا ویل کیدل رایې سمې وونه شوې دخلکوڅخه پزې اوګوتې پرې شوې د رایه اچونې سم امکانات لانه وو که ووهم ډير محدود خو دلته هرڅه چې وو د دې هیواد د وګړوجرات او غیرت ووچې په دې ټاکنو کې یې ګډون وکړ.وګورې په تیرو شویوټاکنوکې د خدای په فضل په شمالي ولایتونوکې امنیت یوڅه سم وو خو اوس اوس وګوری هلته څه حال ده د سهیل او ختیځ د جګړو او وژنو انځورونه هلته هم د خلکو ترسترګوکیږي.ولې زمونږدسیاست داځینې وکداران داسې سیاستونه کاروي چې دوی یوازې ځانې اویاسمتي ګټې پکې لټوي.کله دځان څخه پښتون،کله هزاره او کله اوزبک جوړوي،دلته د اوزبک،هزاره،پښتون،او بلوڅ توپيرنشته دلته ټول افغانان او دیوشان حقوقودرلودونکي دي خو دوی د دې څخه هم ګټه پورته ک،ي اوداسې ناسم سیاستونه کوي چې یوځل بیا دا لږڅه سره نیژدې شوي ټبرونه بیا غواړي تیت اوپرک کړي او دوی ته دا زمینه برابره شي چې دوی یوځل بیا د ولسمشری څوکۍ په خپله.....پسې نټ اوبولټ کړي اوهرځای یې بیا سرګردانه په ځان پسې وګرځوي ولې داسې کیږي دا کړنې به څومره د دې هیواد لپاره په ګټه وي.که چیرې دی د نه پوهې له امله داسې کوي د ده سره داکاري ټيم چې دوی هم ځانونوته د دې هیواد ریښتوني او خدمت کونکي بچي وايي دوی ولې دې خپل نوماند ته داسې نه وايي چې اشنا ستا دا کومې کړنې چې ته یې د دې هیواد لپاره ترسره کوي د منلو وړنه دي او نور د دې ناسمو کړنوڅخه چې د دې هیوادپه وړاندې یې لرې تیرشه اوراځه د یونوم اویوه سیوري لاندې چې هغه د مسلماني اوبیا د افغانیت سیوري لاندې راټول شي. ځکه د دوی ډاکټرصاحب اشرف غني ته ورته کړنې سیاستونه او کړنې کولای شي هیواد له دې بدبختي څخه وژغوري او د دې هیوادپه راتلونکې سم او کره کتنه ووشي.نه داچې لکه د ډاکټرعبدالله کړه وړه چې د دې هیواد د ټولووګړوپه ګډون یې آن دټاکنوترخپلواک کمیسون اونړې والې ټولنې د خواشینې په تار کې پيلې دي او بس دا وايي چې یا قدرت غواړم اویاکه بیامې هرڅه وکړل هغه کوم.د ده داکړنې اوس اوس د خلکو دومره د نفرت لامل شوې دي چې اوس اوس عام خلک وايي چې که چیرې د ده له دې ورته کړنوڅخه مونږ د مخه خبروای نو حتی د ده کمپاین ته به مو دا اجازه نه وه ورکړې چې دوی ځانته کمپاین کړی وای.چې د دې پيښې ځينوثبوتنه یې هم د دې ځینې انځورونه دي چې په ډيرو ولایتونو کې شکول شوي اویا خو لکه د لوګرپه ولایت کې په توروموبلینوسره توررنګ شوي دي.هوکې د دې منفي سیاستونوڅخه به مونږ نورڅه ووموندلای شو؟.د دې پوښتنې ځواب د ډاکټرعبدالله او د ده همفکره طرفداران راکړي.ترڅو مونږ وکولای شو بیا وروسته تر دې پرې قضاوت وکولاشواونور د دې منفي سیاستونوڅخه وکولای شو خلاص شو.ځکه هغه د ډاکټرصاحب اشرف غني احمدزي د علم اوڅيړنې څخه ډکه خبره ده چې افغانستان خو څه د سیاستونولابراتوار نده چې هرڅوک راځي اوخپل سیاستونه دلته ګوري.د د ې ځوریدلي او کړیدلي هیواد د بیارغونې اوسمسورتیاپه هیله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اېران كي د يوې الوتكي د سقوط له امله ۲۸ تنه مړه سول", "output": "د اېران د مشهد ولايت په هوايي ډګر كي يوې مسافر وړونكې الوتكي د كښېناستو پر وخت اور اخيستئ دى. د اېران د ټلويزوني شبكي د خبر له مخي په الوتكه كي له ناستو ۱۴۷ تنو څخه ۲۸ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى دى، خو د الوتكي كاركوونكي ټول ژوندي راوتلي دي.پېښه د اېران پر وخت غرمه پر پاو كم دوې بجې رامنځته سوه، الوتكي هغه وخت اور واخيست چي د يوه اړخ څرخ يا پكه يې ودرېده، توازن يې له لاسه وركړ او له لاري څخه تر اوښتو وروسته له يوه روان پلكان سره وجنګېده او اور يې واخيست.دا د روسيې جوړ ۱۵۹ توپولوف ډوله الوتكه ده چي د اېران په ايرتور هوايي شركت پوري يې اړه درلوده او له بندر عباس څخه يې مشهد ښار ته الوتنه كړې وه.دا په تېرو پنځو كالو كي څلورمه روسۍ الوتكه ده چي د اېران په هوايي كرښو كي رالوېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان ملي بانک د چټکي ودې په حال کې دی", "output": "عزمت علی د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وایې ، افغان ملي بانک چې د افغانستان لومړنی دولتي بانک دی دمګړۍ د پڅوا څخه په خلاف د پرمختګ په حال کې دی او یوازي تیره میاشت یې د پام وړ عاید تر لاسه کړی دی.ښاغلي زاخیلوال دغه څرګندوني په کم پیوټري سیستم د دغه بانک د سمبالولو د مراسمو په افتتاحیه غونډه کې وکړي..اوس به دغه بانک د یوې هندي کمپنۍ له خوا په کمپیوټري نوي سیستم سمبالیږي.زاخیل وال وویل چې افغان ملي بانک د افغانانو بانک دی او ۷۵ کاله دمخه د افغانانو د ژوندانه د ښه کولولپاره تاسیس شوی دی.د زاخیل وال پر وینا چې له تیرې میاشتې را پدی خوا افغان ملي بانک په ګټه سپور شوی او د عوایدو اندازه یې په چټکۍ ډیریږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ستا د عشق په لار کې شؤ بدنام خبره نه کوؤ یؤ په خاصو خاصو کې څه عام خبره نه کوؤ ستا خودسره مینه به د زړه په کور کې لوۍ کړمه ستا د پاره مونږه د ناکام خب� �ه نه کوؤ مونږ د غلامانو په طبقاتو کې راغلی یؤ ځکه د ښه ژوند او د ارام خبره نه کوؤ داسې معلومیږی چه د ځان سره دځان به شؤ ولې چې د کلی او د قام خبره نه کوؤ بس چه په غوجله کې ژوندون وی په مړه خیټه مونږه وږی تږی د مقام خبره نه کوؤ ما له راکوې به د ژوندون د خمار ټال پکې زار دې شم له سته د یو جام خبره نه کوؤ مونږه د بلال غوندې د مینې حقداران ګڼو مونږ ه د ښائسته شهزاد ګل فام خبره نه کوؤ دومره د غمونو سمندر په ځاې کړو مونږ ختی یؤ د صبر په غټ بام خبره نه کوؤ هسې خو د هر څه په دستور کې قایدې لرو تاسره وفا کې د انجام خبره نه کوؤ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل: د ناټو په قوماندانۍ کې دوه افغانان په مرموز ډول وژل شوي دي", "output": "کوټلي رپوټونه وایې چې په کابل کې د ناټو تړون په عمومي قوماندانۍ کې دوه تنه افغان بندیان له سختو وهلو ډبولو او ځورونی وروسته وژل شوي دي. د ناټو په قوماندانۍ کې یوې سرچینې د خپل نوم د نه څرګندولو په شرط بینوا ویب پاڼي ته وویل چې دغه کسان څه باندي یوه میاشت دمخه دکابل له سروبيولسوالۍ څخه د ګلبدین حکمتیار له ډلي سره د تړاو په پلمه نیول شوي ول. سرچینې وویل چې دغه دواړه کسان د سروبي اوسیدونکي وو چې د ناټو استخباراتو د فرانسوي ځواکونو پر کتار د برید په تور نیولي ول. څه باندي دری میاشتي دمخه د سروبي په ولسوالۍ کې د فرانسوي سرتیرو په یوه ګزمه د برید په پایله کې یولس فرانسوي سرتیري مړه او شل نور ژوبل شوي ول. سرچینېد مړو شویو افغانانو نومونه په ډاګنه نه کړل .ویل کیږي دغه دوه مړي دمګړۍ په پخواني عسکري کلوپ کې چې اوس د ناټو عمومي قومانداني پکې موقیعت لري په هغه ځانګړي کمپونډ کې ساتل کیږي چیرته چې د ځواکونو یوه ګرځنده کلینیک موقیعت لري. د ناټو ځواکونو تر اوسه د دې خبر په باب زیات څه نه دي ویلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عاجل خبر:نثار احمد بهاوي ماتي وخوړه", "output": "د 2008 کال د بیجینگ په سیالو کې د تکواندو په ب� �خه کې د 68 کیلو وزن په سیالیو کې نثار احمد بهاوي له خپل امریکایی سيال څخه دری د صفر پر وړاندي د 5 شنبې په ورځ ماتي وخوړه . بهاوي د افغانستان یو له هغو تکواندو کارانو څخه وو چې د ایران اتل علی سائي ته ېې ماتي ورکړي وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جغتو د مدني او كلتوري بهيرپنځمه غونډه ترسره شوه", "output": "د وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ مدني او كلتوري بهير خپله پنځمه غونډه د تيرې جمعې په ورځ چې د روان ۱۳۸۴لمريز كال د سرطان مياشتې له درېيمې نيټې سره برابراه ده دغازي محمد جان خان دعالي لېسې په انګړ كې تر سره كړه.غونډه د قاري عبد الهادي هادي لخوا د قرآن كريم د څو مباركو آيتونو ... امين الله عادل د وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ مدني او كلتوري بهير خپله پنځمه غونډه د تيرې جمعې په ورځ چې د روان ۱۳۸۴لمريز كال د سرطان مياشتې له درېيمې نيټې سره برابراه ده دغازي محمد جان خان دعالي لېسې په انګړ كې تر سره كړه. غونډه د قاري عبد الهادي هادي لخوا د قرآن كريم د څو مباركو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، د غونډې رئيس ښاغلى ليكوال او شاعر عبد المتين وردګ او مشر ميلمه محمد نور كټوازى و، او ويندويي چارې د امين الله عادل پر غاړه وې. د غونډې په لومړۍ برخه كې د غازي محمد جان خان لېسې يو تن وړوكي شاګرد په خپله خوږه ژبه مېلمنو ته ښه را غلاست ووايه او ورپسې ښاغلي صبغت الله تميم د تېرې غونډې راپور ولوست، ښاغلي ګل آغا احمدي وردګ د پارلماني انتخاباتو په هكله خپله وينا واوروله، چې له يوې خوا يې كانديدانو ته ګټورې مشورې وركړې او له بلې خوا يې ولسي خلكو ته دپرځاى انتخاب په ټاكلو كې لازمې لارښوونې وكړې، د غونډې په دويمه برخه كې عبد العظيم ستومان خپل شعر كره كتنې ته وړاندې كړ. د غونډې دويمه برخه آزادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې د سيمې ګڼو تنكيو ځوانو شاعرانو پكې خپل شعرونه د غونډې برخوالو ته واورول. دا چې د جغتو ولسوالي د افغانستان له تاريخي سيمو څخه ګڼل كېږي، ډېرې تاريخي سيمې لري، ددې سيمو د پېژندنې او د ولسي خلكو د خبراوي لپاره و پتېيل شوه، چې د (جغتو) د كليمې او په نوموړې سيمه كې د ( هلاكو) د غره په اړه څېړنيزې مقالې چمتو او په راتلونكې غونډه كې وارول شي. په غونډه كې د جغتومدني او كلتوري بهير لخوا د ځوان ژورنالېست محمد اسماعيل نويد تر مدريت لاندې د جغتو مهالنۍ خپرونه هم برخوالو ته وړاندې شوه، د غونډې په برخوالو يو شمېر خپرونې او مطبوعات ووېشل شول او د نوموړي بهير كتابتون ته ډالۍ شوي كتابونه او خپرونې نندارې ته وړاندې شوې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې ٤ ايښودل شوي ماينونه شنډ شول", "output": "افغان دولتي پوليسو نن د کابل ښار د کارته پ� �وان په دويمه برخه کې ٤ ماينونه مخکې له چاودنې کشف او شنډ کړل. د کابل ښار د جنايي جرمونو د څانګې مشر علي شاه پکتياوال وويل، ماينونه له يوه ګرځنده ټلېفون سره د چاودنې په موخه د سړک د څنډې په يو ګلدان کې ځاى په ځاى شوي وو. ده وويل په دې اړوند تر اوسه څوک نه دي نيول شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې د افغاني غاليو نندارتون جوړيږي", "output": "٤ د چنګاښ ١٣٨٤ کابل : د روان کال د چنګاښ په ١٢ او ١٣ نيټه په کابل کې د لويې جرګې په خيمه کې د افغاني غاليو نندارتون جوړيږي. د دغه نندارتون د جوړيدو هدف په نړۍ کې د غوره غالۍ جوړونکو په کتارکې د افغانستان د ځاي بيرته تر لاسه کول دي. د افغاني غاليو د نندارتون د جوړولو چارې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو مرکز او په افغانستان کې د پانګې اچونې د ملاتړ ټولنه سمبالوي. د دغه نندارتون په جوړولو کې د سوداګرۍ د وزارت سره بين المللي ، آسيايي او کابل بانګ مالي مرستې کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ته چې لاړ شې په ما جوړلکه محشر شي روح او تن مې یو له بل نه م� �ورشي ولولې دمحبت مې که سړې شوې پیغلتوب به دې دژمي مازدیګر شي لاس ګروان يې پرې حیا اومحبت وي اننګي يې ځکه سره دجنګ ډګر شي په داغونو کې دزړه به دې راټول کړم دم ختلي مې حواس ستا په نظر شي بس ده پړنګ به په ژړا شم دیار خیاله مسافر ته خو وړه خبره غرشي ترې نه تاو کړم څادر دتړمو اوښکو چې مې اور دبیلتون بل دزړه په سر شي لټپلاندې ټوله � �په لکه لوګی یم سرې لمبې دمحبت راته بستر شي نن مې درد دزړه میلمه دی خبر نه یم چې سبا به يې پړاو دچا پرهر شي په لمبو دمحبت کې مې در پټ کړه چې هر داغ مې دزړګي لکه شرر شي اسویلي به طو فاني کړمه (حسنه) چې موجونه دښکلا يې راخبر شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لوى كندهار دكلتوري حوزې د ولسي استازو او . . . . .", "output": "; د لوى كندهار د كلتوري حوزې د ولسي استازو او فرهنګيانو اعلاميه! په دې وروستيو څو مياشتو كي د كندهار ولايت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالي په شاوخوا سيمو كي د نړيوالي ټلوالي په ملاتړ د افغان پوځ او مخالفينو ترمنځ خونړۍ جګړې رامنځته شوې چي په ترڅ كي يې په سلګونو بېګناه كسانو خپل خوږ ژوند له لاسه وركړ، په سلګونو كسان زخميان او زرګونه بې كوره شوي دي او يو لوى بشري ناورين رامنځته شوى دى.دا په داسي حال كي ده چي له دغي جګړې څ خه مخكي قومي مشرانو او ولسي استازو ډېري چيغي ووهلې چي د دوى په سيمو كي د دولت او مخالفانو تحركات روان دي، د دوى له كورونو څخه د سنګر او له وګړو څخه د سپر كار اخلي، خو له بده مرغه حكومت سر په ونه ګرځاوه، او هغوى يې يو څو تنه بېواكه ترهګر وبلل چي ګواكي د دولت پر وړاندي هيڅ هم نه شي كولاى، خو وروسته دا تحركات دومره ځواكمن � �ول چي د دولت او نړيوالي ټلوالي وار پار يې خطا كړ او دولت خلګو ته له پنجوايي ولسوالۍ او شاوخوا سيمو څخه د ژر وتلو امر وكړ. او دا داسي امر وو چي عملي كول يې له منطق څخه ليري خبره وه. دا ځكه چي له يوې خوا په دومره لنډ م هال كي د زرګونو كورنيو د لېږد لپاره د دولت له خوا هيڅ ډول امكانات نه وو برابر شوي، د زرګونو كورنيو وتلو ز� �ګونه موټران او اقتصادي توان غوښت. دغه ټرانسپورټېشن او اقتصادي اسانتياوي نه يوازي دا چي د دولت له خوا ب� �ابري شوي نه وې، بلكي د دوى د وتلو پر مهال تر اور لاندي نيول كېدل. بله دا چي له اطرافو څخه د كډو لېږد په عادي حالت كي هم ستونزمنه ده، ځكه چي لاري وراني، د ټرانسپورټ اسانتياوي لږ او د خلكو اقتصاد د جګړو، وچكاليو او طبعي آفتونو له امله فلج شوى دى. ځكه خو ډېرو كورنيو و نشواى كړاى چي د جګړې له بټۍ څخه ووزي او د ړندو بمباريو � �ومه شول.په هرځل بمبار كي غونډي كورنۍ تر خاورو لاندي شوې، چي نه يې مړى ښخ كړاى شو او نه يې ټپي تر درملني و� �سول شو.له بله پلوه هغوى چي له سيمي څخه ووتل نو د استوګني لپاره يې هيڅ يو پنډغالى نه وو په نښه شوى او پر سپېرو دښتونو وږي تږي پاته شول چي د فريادونو انګازې يې د هيچا تر غوږونو و نه رسېدې.د جګړې دواړي غاړي تل له جنګي مقرراتو څخه په غاړه غړولو تورن وي، په جګړه كي د ملكي وګړو د ملاتړ په اړه د ژنيو نړيوال تړون منل نه يوازي هغه هيوادونو ته چي دغه تړون يې لاسليك كړى وي ضرور دى، بلكي هغه غاړي يې هم پر پلي كولو مكلفي دي چي په � �سميت يې نه پېژني.د دغه تړون په درېيمه ماده كي داسي راغلي دي:((هغه څوك چي جګړه يې نه ده كړې او يا هغه وسله وال چي وسله يې پر ځمكه ايښې ده او يا هم هغه څوك چي د ناروغۍ، ټپ، بند او د بل هر لامل له مخي جګړه نه شي كولاى په هر ډول شرايطو كي، د توكميزو، مذهبي، عقيدوي، جنسي، اصل او نسب، شتمنې او نورو ورته ضوابطو له امله له كركي پرته بايد ورسره انساني چلند وشي. او په لاندي چلند مكلف دي:الف: هغوى ته جسمي او رواني زيان نه رسول، په تېره بيا وژل (په هر ډول چي وي)، د بدن د غړو پرېكول، بېرحمانه چلند، شكنجه او عذاب وركول منع دي.ب: يرغمل نه نيول.ج: انساني كرامت يې بايد تر پښو لاندي نه كړي، او په تېره بيا له تحقيره ډك چلند ورسره ونكړي.د: بېله هغي محاكمې چي په رسميت پېژندل شوې وي، او تضمين ولري، نه محاكمه كول، همدارنګه د مدني قوانينو مراعتول، د وګړو نه حبس او نه اعدامول.ه: ټپيان او ناروغان راټولول، او د هغوى درملنه كول.له بده مرغه چي د جګړې د دواړو غاړو په اړه داسي اسناد شته چي پورته مقررات يې تر پښو لاندي كړي دي.هلته له يوې خوا د دولت مخالفان، � �ه عامو وګړو څخه د سپر، او له كورو يې د سنګر كار اخلي، او په وړاندي يې د ټلوالي ځواكونه د بې بنسټه مالوماتو � �ه مخي په پټو سترګو درنې وسلې كاروي، چي په ترڅ كي يې د يوه لوى بشري ناورين لويه غميزه رامنځته شوې ده.د دغه � �وى بشري ناورين په وړاندي افغان حكومت، پارلمان او د كندهار ولايتي شورا فوق العاده زياته بې غوري او بې كفايتي ښوولې او هم ملګري ملتو او نړيوالو بشري ټولنو كوم جدي غبرګون نه دى ښوولى. او دوى ټول د دغه لوى بشري ناورين په مخنيوي كي پاته راغلي دي.د پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ د خونړيو پيښو سره په څنګ كي د افغانستان په ټو� �ه سهيل لوېديځه سيمه كي تل ورته پيښي رامنځته كېږي، همدا اوس هم په هلمند او فراه ولايتونو كي د دغه ډول بې هدفه جګړو اورونه بل دي او د زيان درانه پيټي ته يې عام ولس اوږې وركړي دي.موږ په افغانستان كي د لوى كندهار د ك� �توري حوزې، ټول فرهنګيان او د ولس استازي پر افغان دولت او د هغوى پر مخالفانو ږغ كوو، چي نور نو د دغه ډول بشري ناورينونو لامل و نه ګرځي.د دولت مخالفان بايد له عامو وګړو څخه د سپر او له كورو يې د سنګر كار وا نه خلي، له بنديانو او ټپيانو سره اسلامي او انساني چلند وكړي، نه دا چي پرته له محاكمې يې حلال او پر ونو راوځړوي.دولت هم بايد د پوځي عملياتو پر مهال له ډېر پام څخه كار واخلي، ډېري تباه كوونكي وسلې و نه كاروي، او د دغه ډول پيښو پر مهال بايد له جنګ ځپلو سره پر وخت لازمي مرستي وكړي، او د ړندو مالوماتو پر بنسټ پر عامو وګړو بمبارۍ و نكړي، لكه د پنجوايي په علمياتو كي چي بشپړي كورنۍ تباه شوې او د هغوى د ساتني او امن لپاره يو ګام هم پورته نه شو. چي دلته هم د جګړه ايزو مقرراتو اصول تر پښو لاندي كېږي. د ۱۹۴۹ كال د اګست د ۱۲مي نېټې د ژنيو تړون په زياتو شويو پروتوكولونو كي چي په ۱۹۷۷ كي تصويب شوه او په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۳ زېږديځ كلونو كي تعديلات پكښي راغلل، د لومړي پروتوكول د درېيم باب د لومړۍ برخي په پنځه دېرشمه ماده كي د جګړې د وسايلو او لارو چارو په اړه داسي راغ� �ي دي:الف: په هيڅ ډول جګړه كي د جګړې له وسايلو او لارو چارو حق د جګړې د دواړو لوريو لپاره نا محدود نه دى (يو ټاكلى حد لري).ب: له هغو وسلو او بمباريو، وسايلو او تاكتيكونو څخه چي ډيري ورانۍ او جراحات رامنځته كوي بايد ډډه وشي.ج: د جګړې له هغو وسايلو او تاكتيكونو څخه چي د پراخو ورانيو سبب كېږي او چاپېريال ته د اوږدې م ودې لپاره ډېر زيان رسوي بايد مخنيوى يې وشي.كه چيري دا ډول په ړندو سترګو عمليات بيا بيا رامنځته شي، نو ولس به په لاريونو او اعتصابونو لاس پوري كړي، همدا اوس_اوس عام ولس هم له دولت او هم يې له مخالفانو څخه ډېر ناخوښه دى، ځكه د جګړې دواړو غاړو د دوى بشري كرامت ته درنښت نه دى لرلى.له دولت څخه خو د نا خوښۍ كچه ځكه لوړه ده چي دولت تر اوسه نه دى توانېدلى چي د عام ولس په ژوند كي د بدلون كومه نښه وښيي، بېكاري خپل لوړ حد ته رسېدلې، قيمتونه لوړ دي، اداري فساد خپله د دولت په وينا اوج ته ختلى دى، قانون خپله په لوړه او ټيټه كچه د چارواكو له خوا تر پښو لاندي كېږي، مقررۍ د قومي، قبيلوي، او سيمه ايزو اړيكيو پر بنسټ ترسره كېږي، نا امني ورځ تر بلي ډې� �ېږي، بدنام قومندانان او مشران چي په هيواد كي يې د بېلتانه او كركي تخم پاشلى لمانځن او مقررېږي.كه دغو ټكو ته جدي پاملرنه و نه شي، نو د يوه پراخ ولسي پاڅون وړاندوينه له منطق څخه ليري خبره نه ده.همدا اوس _اوس د امريكا ولسمشر بوش ګواښ كړى چي افغان دولت له ناكامۍ سره مخ كېدونكى دى، افغان ولسمشر حامدكرزي څو ځله ويلي چي د افغانستان د نا اراميو لاملونه بايد له افغانستانه دباندي وپلټل شي، دا ټكى افغان دولت بايد له خپلو نړيوا� �و انډيوالانو سره په جدي توګه ياد كړي.تېره ورځ د پاكستان ولسمشر پروېز مشرف په بروسل كي اروپايي پار� �مان ته په خپله يو ساعته وينا كي دا يادونه وكړه چي ټول پښتانه به د پرديو په وړاندي په پاڅون لاس پوري كړي، چي دا له غرض او مرض څخه ډكه خبره ده. دوى غواړي چي پښتانه وټكوي، ځكه يې نو بايد په وړاندي كلك احتجاج وشي. دا ځكه چي تر ټولو مخكي پر پاكستان د دولت د مخالفانو د روزني تور لګېږي.همدا لاملونه دي چي ولسمشر بوش وايي چي افغان دولت له ناكامۍ سره مخ كېدونكى دى، دوى بايد د دغه لاملونو په څېړلو كي دقيق او جدي و اوسي. كنه نو د دغه � �ول پاڅون اور ته له هري خوا لمني وهل كېږي. د نړيوالي ټلوالي او افغان دولت كړني او تګلاري هم ورته لاره هوا� �وي. زموږ وېره دا ده چي په افغانستان كي چي د نا قانونيو او بې بندوباريو پر بنسټ هر ډول پيښي، كه د هري غاړي له خوا رامنځته كېږي، او په پايله كي يې پاڅون ته لاره هوارېږي، نو د زيان ملاماتوونكي پېټى به يې بيا هم د تل غوندي افغان ملت پورته كوي. &nbs; p; د لوى كندهار د كلتوري حوزې د فرهنګيانو او ولسي استازو له خوا ; &n; bsp; ۱۳۸۵/۶/۲۲"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د آزادۍ څلى", "output": "سر دې په اسمان لگي، منار د آزادئ ئې ته!پت د افغانانو ئې، يادگار د آزادۍ ئې ته!ته ئې د مشرق ځمکې، د غرونو د زمرو اوازته ئې د ځنځير، او زولنو دماتېدو اوازاى د استقلال څليه! تلوار د آزادۍ ئې ته!ته ئې د غازيانو، د سرو وينو ولولو محصولته مو د نيکونو، خويندو، ورونو د جذبو محصولاى د خپلواکۍ نښې!، اختيار د آزادئ ئې ته!ته د يرغلگرو هر يرغل ته د عبرت مثالته ئې د ملالې، د ايوب د لوړ غيرت مثالته ئې اکبري گوزار، گوزار د آزادۍ ئې ته!ته ئې له ډگر نه، د پردو د تښتېدو شاهدته د اجنبيانو د پرهر د شړېدو شاهدته ئې د بريا نشان، اقرار د آزادۍ ئې ته!ته ئې د امان د فولادي عزم او پت نشانته ئې د غازيانو، سرښندنې د غيرت نشانننگ د ايشيا ئې، افتخار د آزادۍ ئې ته! سترگې د غليم به، تل ړندېږي ستا خنجر باندېلمر د خپلواکۍ به، تل ځلېږي ستا په سر باندېپاى لري هر يو خزان، بهار د آزادۍ ئې ته!تل به دې سر لوړ ساتي، ستا واړه اصيل بچيانڅوک چې ځان افغان بولي، او وايي ځان ته يو افغاناى د آزادئ څليه!، تلوار د آزادۍ ئې ته!ته ئې د وحدت نښه، هېواد د افغانانو کېرا به شي هماغه وخت، په کور د خپلواکانو کېدا ده د متين ارزو، وقار د آزادۍ ئې ته!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ژوند", "output": "ژوند يو ستړې تياره لار ده د آرمان تر بلې شمې چې لنډېږي ای جانانه په اميد، مينه او وينه. 05_12_4"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دروغیتاوزیردی خامخاوګوری", "output": "کله چی سړی دتلویزونوپرمخ ګوری اودروغیتادوزیرخبری اوری سړ ی داسی فکرکوی چی کواکی نورموږدروغیتالخوابیخی ستونځی نه لرو خوکله چی بازارته راووزی اویا لیری ولسوالیوته ولاړسی اووګوری چی ددی بی چاره ملت په ژوند خصوصا دروغیتا ځومره ستونځی لری یوه ورځ وړاندی م ی په انترنیت کی ولیدل چی په تخارکی په لس ګونوکسان کوځه ډب سبو داړلی دی خوبه کابل کی چی سړی سهار� �مانځه ته ځی خامخا به دافرض کوی چی ماپه سپی خوری شکر دی زموږ وزیران اوریسان خولاله بخواهم دلمانځه دپاره مسجدته نه تله اوس خوبیخی نه ځی دامنیت خرابوالی یی لویه بهانه ده دوه کاله مخکی یودینداره سړی چی مسجد ته ت� �لی سپوخوړلی واودوه کاله وکړیدی بالاخره ومړنه یوازی په یوه کوځه کی بلکه په هرلاره ډلی ډلی سپی دخ� �ګومزاحمت کوی سړی حیران سی چی داوزارت دادومره غت سپی نه وینی چی خلګ تری وژغوری نوداواړه مک� �وبونه به ځنګه وینی چی داخلګ تری خلاص کړی یوازی دکوځه ډب سپو چاره نه سی کولای هغه ستونځی چی په روغیتاکی موجوددی دابه ځنګه حل سی ځوورځی وړاند ی مایومضمون تردی نامه لاند ی ( ایا زموږ اوډیرخلګ جګړی وژنی اوکه � �فاخانی ) خوترهغه وروسته دروغیتاوزارت یوځه فعال سو خودافعالیت ډیری لږ ورڅی دوام وکړی دځوشخصی روغتونونه یی دډیری لږی مودی دپاره بند کړه اوپه تلویزونوکی ناری سوری جوړی سوی کړی چی زما دځارنی مخه ځنی مافیایی ډلی اولوړپوړی چارواکی نیسی خوډیرژردا ډرامه ختمم سوه مالومه نه سوه چی هغه ستونځی ترکومه سرحده و� �سیدی ایا دروغیتا وزارت بریالی سو اوکه مافیا ځکه بندشخصی روغتونونه یی ډیرژریی بیرته خلاص کړه خلګوته یی داسی وښودل چی ګواکی موږ ډیرفعال یو خوهغه خلګ چی دباندی حالت ګوری داسی فکرکوی چی داډرامه ددی دپاره وه چی ځینی شخصی شفاخانودروغیتاوزارت دځارنی کمیټی ته ونډه نه ورکول نوره خبره نه وه سړی نه پوهیږی چی کرزی صاحب داسی خلګ له کومه کړیدی چی یوازی وعدی کوی اودخبروغازیان دی خوپه عمل کی ډیرکمزوری دی حتی پخپل مسلک کی هم کنترول نه سی راوستلای په داسی حال کی چی دبازاردیوه ډیربی سواده اوساده سړی نه پوښتنه وکړی هغه به دورغیتاوزارت په برخه کی ټولی ستونځی درته په ګوته کړی اوس راڅو دی خبری ته دروغیتاپه چاروکی کومی ستونځی پرتی دی اوداچی دروغیتاوزارت یی سره له دی چی وعدی کوی عمل نه په کوی ماچی ترهغه نارووروسته ځه ولیدل م جبوره سوم چی بیا دوزیرصاحب ورته پام کړم ځکه ددی دولت خاصیت داسی دی لکه دروسی دسفارت سره دفرهنګی کورپوډ� �یان هره ورځ به یی خپلی ناپاکی ته ورپام کوی که نه هغه ډوب وی غواړم دروغیتاپه برخه کی ځومثالونه راوړم اول :- دجعلی دواکنترول چی دروغیتا وزارت همیشه ددی خبری وعدی کوی خودافغانستان ترنمایی دواجعلی ده م اخونه دی لیدلی چی کوم درملتون جعلی دواخرځه کړی وی دهغه جوازدی قید سوی وی که سوی وی دیو ی ورځی دپاره وه نه دایمی دوهم : ددوادنرخ کنترول یوه ورځ می غوښتل چی یوه بوتل هایدروجن رانیسم یوی دواخانی ته ورننوتلم اودهغه دمالک نه می یوبوتل هایدروجن رانیسی دهغه قیمت پنځه کالداری و خوددواخانی مالک راته وویل چی په لس افغانی ده ماچی کله ورته وویل دلته یی قیمت پنځه کالداری دی په داسی حال کی چی لس افغانی شباړس کالداری کیږی تاسی پ� �یوه کالداره ځوګټه اخلی هغه په غوسه اوقهرراته وویل ورسه داپوښتنه دفاطمی نه وکړه په داسی حال کی چی ددی دواخانی مالک دروغیتاوزارت دځارنی دکمیسون غړی دی اوډاکترهم دی بله ورځ می دفیلاجیل ګولی یوپاکت په ده افغانانوکی رانیوی په پنځلس افغانی یی راکړی یوه هفته مخکی می دغه تابلیت په ځلویښت افغانی په شهرنوکی رانیوی همداسی داسی ډیری کیسی سته دریم :- کوم ډاکتران چی شخصی کتنځی لری اول ددواخانی والاسره قراردادکوی اوهغه ته ونډه ورکوی هردواچی په دواخانه کی موجودوی داکتردهغه قرارداد اونډی له مخی چی هلته یی کړیدی مجبو� �دی چی هغه دواولیکی کوم چی په دغه درملتون کی موجودوی که هغه دناروغ په دردخوری اوکه نه که ناروغ ته ګټه � �سوی اوکه تاوان په درملتون کی کتنځی هم موجودوی کله چی مریض وکتل سی داکترودرملتون والاته نسخه لیږی اوورته وایی چی دغه دواراوړه چی زه یی وګورم چی داکارهم دتشخیص اوهم دمریض دعلاج له لیحاظه یوه ډیره مضره خبره ده . ځلورم : پرهیځ دوا داسی علامه نسته چی دادواپه افغانیوځوقیمت لری که ځه هم په افغانستان کی جوړه سوی وی . پنځم : اکثره درملتونه ددی مخکی خبریږی چی نن هیت راځی دواګوری ددرملتون خاوند کوښښ کوی چی په دغه وخت کی خپله جعلی دوا لیری کړی اوبل ځای یی خوندی کړی مایوکارتن ولیدی چی دخوراکی موادوپه دوکان کی پروت وله دوکانداره می پوښتنه وکړه چی ته دواهم خرځوی هغه ویل چی دادپلانکی درملتون دی هغه دیو ی ورڅی دپاره ایښی دی ترځو داهیت تیرسی شپږم : - په ځینوځایوکی لاداسی ده چی درملتون والا ډآکتراولابراتوارولاسره شریکان وی ډیرساده مریضی داسی ورته ګرانه کړی چی نورمریض باید خپل کورخرځ کړی اویا څان ګروکړی ترځو داکترصاحب د� �ملتون والا اولابراتواروالاماړه کی اوم : داسی په زروډاکتران په کلوکی دواخانی لری چی نه دفارمیسی فا� �غان دی نه ډاکتران دی حتی زما دخپلوانونه داسی خلګ سته ولی تراوسه بیخی په دی نه دی خبرچی په افغانستان کی د� �وغیتاوزارت سته که نه ؟ اتم : اکثره دولتی شفاخانی دخپلوډاکترانواونرسانوسره اړیکی لری ددولتی � �فاخانی مریض خپلی کتنځی ته غواړی یایی اول هلته ګوری بیایی په دولتی شفاخای کی داخلوی داسی نوری ډیر کیسی سته چی اوس یی په یوه مضمون کی لیکل ډیرګران دی سره له دی چی دروغتیاوزارت ډیرزیات مشاورین لری اوډیرښه ډالری م عاش ورکوی اوځوتنه یی زماملګری هم دی خوددی خبروسره نه اشنایی لری نه یی په کیسه کی دی غواړم چی دروغیتاوزی� �صاحب ته پرته له دی چی معاش راکړی دخدای اوددی ملت دبدبختیودپاره مشوره ورکول غواړم داله مالومه سی چی دده کسان ځومره دده دهدایت کارکوی اول : - باید درملتونونه -- دډاکترانوکتنځی اولابراتوارونه سره جلاوی ناروغ باید دی ته مجبورنه سی چی حتمی اودهغه لابراتواراودرملتون ښکارسی دوهم :- باید چی ښاغلی وزیرصاحب بی ډاکترانوداسی کسان دهرسمت درملتونوته ولیږی اوځینی دواوی راوغواړی نرخونه اونوعیت یی وګوری خودوهم ځل باید هغه کس هغی خواته ونه لیږل سی دریم : باید ددوانرخونه کنترول سی داخویوه ستره فاجعه ده چی په پنځه کالداری یودوادرملتون رانیسی اوپه شل یی خرځوی ځلورم : - دشخصی شفاخانی اودرملتونه باید هرهفته په مختلفو طریقووځارل سی اوداسی نورپنځم : - دروغیتا وزارت باید خپل دڅارنی کمیسون ډیرژربدل کړی شپږم : ددولتی شفاخانوددوادخ� �ځولومخه بایدوزارت دمختلفولارونیسی چی یوه ته جزاورکړی بیا نورداکارنه کوی اوم : شخصی شفاخانی باید ن� �خنامی ولری دهری اپریشن هری مریضی دبستراوداسی نوروضروری شیانو اتم : دشخصی شفاخانوته نږدی باید ځودرم� �تونه وی نه یوه دواخانه چی هغه هم دشفاخانی سره شریکه وی وسلام کابل ---- افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کې بمي چاودنې دنړيوالو ځواکونو يو فوځي ټپي کړ", "output": "دا بمي چاودنه د خوست ولايت ع� �ي شيرو ولسوالۍ په هارون خيلو سيمه کې نن غرمې مهال د نړيوالو ځواکونو په يوه موټر پسې شويده او په هکله يې د نړيوالو ځواکونو سميز وياند جګړن سيبر وه ويل چې پدې چاودنه کې د دوى يو سرتيرۍ ټپي شوى او موټر يې هم يو څه خراب شوى دى. خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پدې چاودنه کې د پنځو سرتيرو د وژل کيدو ادعا کوي.په سيم ه کې هم ځينو کسانو د چاودنې غږ اوريدلى دى.مګر نور څه يې ونه ويل.علي شيرو ولسوالي د پاکستان پولي ته ورڅ يرمه پرته ده،که څه هم دا ولسوالي د نورو ورڅيرمه ولسواليو په پرتله ارامه ښکاري خو کله کله ترې نه د ورته پېښو راپورونه تر لاسه کيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قره کمر دهمکاری فرهنګی ټولنی دخواخوږی پیغام", "output": "په خورا خواشینی مو د هیواد دوتلی اونامتو پوه، څیړونکی، لیکوال او ستر فرهنګی شخصیت ، خدای بښلی کاندید اکادیمیسین انور نومیالی صاحب دم ړینی غمجن خبر ترلاسه کړ ٠نومیالی صاحب چی خپل ټول عزیز عمر زموږټولنی ته دفرهنګی خدمت یعنی علمی تحقیق، علمی لیکنو، اکاډیمیکوبوختیاو، او کلتوری بډاینی اوپراختیاپه لیارکی وقف کړ، له دی نړی نه په تګ سره یی په علمی اوفرهنګی برخه کی لویه تشه رامینځ ته کړه، هغه په خپل څو بعدی علمی،اکاډیمیک او ادبی شخصیت دهیوادپه پوهیزاوفرهنګی اسمان کی یو له ډیرو رڼواوځلیدونکو ستورو ځنی و چی په ناڅاپه را پریوتویی درست راڼه زړونه د� �دمن کړل ٠نومیالی صاحب دخپل زیاراو باثمره ژوند په مټ داسی ستر علمی فرهنګی میراث پرییښی چی نننی اورات� �ونکی نسلونه به فیض ځنی اخلی اودده هڅو اومقام ته به تعظیم او درناوی کوی ٠په ټولوهیوادوالو اوخاصه توګه پښتنو وروڼود هغو سترو خدمتونو اودپام وړ اکاډیمیکو، څیړنیزو او پوهیزو لاسته راوړنوسره دنومیالی صاحب لوی حق پاتی کیږی چی دبا فرهنګه او ژوندی ملت په توګه بایددهغه اودهغه دشتمن علمی میراث همیشنی لمانځنه او درناوی وکړی اوپه دی توګه یی وړ حق ادا کا ندی ٠په سویدن کی دقره کمر دهمکاری فرهنګی ټولنه دنومیالی صاحب د مړینی � �ه امله دژوری خواخوږی مراتب ټولوهیوادوالو، علمی کړیو، فرهنګی ټولنی اوپه تیره دنومیالی صاحب پتمنی کورنی ته په درناوی سره وړاندی کوی او هغه ته درب العزت له لوری دلوریینی او جنت الاعلی خواست کوی ٠ په سویدن کی د قره کمر دهمکاری دفرهنګی ټولنی مشر محمداجان غلجی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غزني په ګيلان کې درنده جګړه روانه ده", "output": "د غزنى ولايت د ګيلان ولسوالۍ کې دا فغان دولتى ځواکونو او مخالف جنګياليو ترمينځ درنده جګړه روانه ده چې په کې دواړو لورو ته مرګ او ژوبله اوښتې . د غزنى ولايت يو امنيتى چارواکى چې د نوم له ښودلو يې ډډوه وکړه بينوا ته ددغې جګړې پخلۍ کړى ا ووايى ٣ تنه مخالف جنګيالى او يو تن دولتى عسکر تر دم ګړى د جګړې په بهير کې وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوله څنگه منځ ته راتلی شي؟ ( دزرخان لیکنه )", "output": "دايوڅرګنداوښکاره حقيقت دى چې ژوندي موجودات اوپه ځانګړې توګه انسانان سولې ته اړه لري، ځکه چې سوله په ژوندکې يومهم اوارزښتناک رول لوبوي ،اوداچې بياانسان ټولنيزژوندلري اوتل په ټولنيزه توګه خپلې چارې پرمخ بيايي په داسې حالت کې انسانان ديوبل سره مرسته اوهمکاري نه شي کولاى اوچې همکاري اومرسته ديوبل سره ونه کړي نوبدبختي ،بدمرغي ،عدالت اوانصاف له منځه ځي .نوددې لپاره سوله په دې ماناراغلې چې په خپلومنځوکې تربګنيت،اختلاف اوتعصباتو له منځه وړلواودانصاف اوعدالت لارې خپلولوته سوله وايي ،داچې سوله ډېراوله تفصيله ډکې ماناوې لري نومونږهم دډېروماناګانوڅخه تېرېږ واودومره وايوچې سوله دتشدد،جګړې ،کرکې اوبې عدالتۍ خلاف ده اوهمدارنګه سوله دانسانيت په اډانه کې دخلکوترمنځ ښواړيکو،همکارۍ ،عدالت مراعتولواوسوکاله اوارام ژوندتېرولوته سوله وايي .نن سبادسولې ،سوکالۍ اوثبات � �پاره نړيوال هلې ځلې اومبارزی کوي چې سوله ييزاوسوکاله نړۍ لاس ته راوړي ،اوهرانسان دعدالت اوانصاف څخه دکا� �اخیستنې پربنسټ دسولې اوسوکالۍ لاره خپله کړي ،خوهغه څه لاملونه دي چې نړيوال دنړيوالې سولې په رامنځ ته کېد� �وکې پاتې راغلي دي ،سره ددې چې نړيوال دسولې په نامه په مليارډونوډالر،يورو او لوړارزښت لرونکې پېسې مصرفوي ،خوخپلې موخې اوهدف ته له رسېدوڅخه پاتې راغلي دي ،ايا دوي په رښتينې توګه دسولې اوسوکالۍ اوازپورته کړى اوکه ت� �څنګ يې نورڅه شته ؟ ايانړيوال په حقيقت کې هغسې سوله چې دنړۍ هرې ډلې اوقوم لپاره دمنلووړوي چې په هغې کې م� �هبي ،کلتوري،اودسالم پرمختګ پربنسټ سوله وي په خپل پلان اوکړنلارې کې اچولې اوکه څنګه؟ايادسولې راوستوپه ب� �خه کې نړيوال دقومونواوملتونوسياسي ،اقتصادي اوداسې نور.....ارزښتونه په نظرکې نيولي اوکه نه؟ سوله ديوقوم اوملت لپاره دنورومهمواومعنوي ارزښتونوپه څېرخورازيات اهميت لري ،ځکه سوله ده چې دانسانانو� �هنونواومغزوته سکون ورکوي ،سوله ده چې په درلودلويې ديوقوم اوملت دهراړخيزې اقتـصادي ،کلتوري ،مذهبي اونوروارزښتونوپه ښه لاس ته راوړلواوترسره کولوکې دسوکالۍ اوارامۍ پربنسټ پرمختګونه اوبرياليتوبونه رامنځ ته کوي،که چېرې سوله اوسوکالي ديوقوم اوملت په برخه نه وي نوهغه ملت به دبدبختۍ اوبدمرغۍ په جالونوکې ګېروي ،اودسولې اوسوکالۍ په ارمان به شپې اوورځې سباکوي اوخپل اصلي اوبنسټيزهدف ته له رسېدوبه پاتې راغلى وي .اوس م هال هغه قومونه اوملتونه چې سوله لري ،او وګړي يې په سوله اوامنيت کې ژوندکوي ،هغه قومونه اوملتونه پرمختګ کوي اوپرمخ روان دي ،ځکه چې اوس دساينس اوټيکنالوژۍ پړاودى ،پرمختللوقومونواوملتونو هغه ګامونه چې وروسته پاتې قومونه اوملتونه به يې په راتلونکې کې ووهي هغوی وهلي ،اوس مهال پرمختللي قومونه چې مخ پر برياليتوب روان دي دسولې اوامنيت څخه برخمن دي . مونږپه اقتصادي توګه په نړۍ کې درې ډوله هيوادونه لروچې په لاندی دول دي.پرمختللي هيوادونه ،پرمخ روان هيوادونه اوله پرمختګ څخه لرې هېوادونه دي .که دپرمختللوهېوادونوتاريخ اود وګړوتاريخي کارنامواوهلوځلو ته وګورو نودتل لپاره يې دارزښتناکې سولې لپاره قربانۍ ورکړي دي ،اوکه دو� �وسته پاتې هيوادونوتېرتاريخي پړاوته لنډنظروکړو،نودداسې هېوادونو وګړو د تل لپاره ارزښتونوته په سپکه سترګه کتلي اوپه خپلومنځوکې دځواک اوقدرت په سردجګړواولانجوښکارشوي دي،کوم هيوادونه چې سوله اوامنيت ولري هلته سياسي خپلواکي دسالمې سيالۍ اودقانون پربنسټ ترسره کېږي ،اوهرسياستوال اووطن پرست وګړى دخپل هيواد د خپلواکۍ په ساتلوکې دسياست اوپوهې نه کاراخلي اوکه چېرې سوله اوامنيت ونه لري ،خپل منځي جګړې ،بغاوتونه اوانا� �شېزم پياوړى شي ،نوپه هغه صورت کې بهرني هيوادونه اوسياستوال ددغه ناامنه هيواد له کمزورتيا څخه بده ګټه پو� �ته کوي ،او د هغې په کورنيو موضوعاتوکې لاسوهنه کوي ،چې د هغه هيواد د وګړوخپلواکي له لاسه ځي اودسولې په برخه کې ناکام پاتې کېږي .مهتما ګاندي هندي سياستوال وايي په محکمو ټولنوکې چې تشدد وجود ونه لري سوله بلل کېږي خوزه ددې ډول سولې مخالف يم چې يوازې تشدد له منځه وړل سوله پياوړې کوي بلکې سوله يوپياوړی ارزښت ته ارزښت ورکول چې عدالت دى ،مهم توکی دی ،چې دقانون له مخې عدالت ټينګ شي نوبيادې ډول سولې ته مثبته سوله ويل کيږي اوزماپه نظ� �همداسوله پياوړې اوضروري سوله ده.همدارنګه کله چې په امريکاکې غلامانودرلودلو زور پیداکړى وو،اوتو� �پوستي انسانان به دافريقايي هيوادونوڅخه په سمندرونو کې تښتول کېدل اوبيابه په هغوخلکوباندې بزګري اوثقيل کارونه ترسره کېدل اوتورپوستي به د ډول ډول ستونزوسره لاس اوګريوان وو،په حکومتي چارو اونورو چاروکې ورسره هيڅ همکاري اوبرخه نه ورکول کېده ،اوبالاخره په هغه هيوادکې يومثبت بدلون راغى اوددغه بدبختۍ څخه خلاص شو.نوددې انقلاب يوفکري اتل ډاکترمارتين وايي چې سوله يوازې دې ته نه وايي چې ارام ژونداويوازې کاروکړه او وخت تيرکړه ،چې په دې کې به دسولې اغېزاوتاثير وي ،بلکې سوله دې ته وايي چې دانصاف اوعدالت څخه کارواخيستل شي اوهرانسان ته خپل حق ورکړل شي ،د ې ته سوله وايي ،ډاکترمارتين زياتوي که چيرې زه يوتورپوستى وګورم چې سپين پوستى ورته په کرکجن ډول ګوري اوياتورپوستى سپين پوستي ته په کرکجنه سترګه ګوري ،داسوله نه ده بلکې سوله به داوي چې يوتورپوستی ماشومه ديوسپين پوستي هلک سره يوځاى ښوونځی ته لاس په لاس روان وي ،داسوله ده .په همدې � �ول دسولې اتلانودسولې دنوبل جايزې ترلاسه کړي دي ،داچې دوی دسولې دغه جايزې او اوارډونه څنګه اخيستي ددې � �پاره به داووايوچې دسولې دنوبل جاېزه هرکال هغه چاته ورکول کېږي چې په يوه هېواد يا هېوادونوکې يې تشدد،شخړې ،جګړې ،اوظلمونه دخپل ښه قيادت اومشرتوب په درلودلوسره له منځه وړي وي . دسولې دنوبل جاېزه:دسولې دنوبل جاېزې ګټونکي په لاندې ډول دي البته دلته له څوتنوڅخه يادونه کوو. ١: جيمي کارتر دامريکاد متحده ايا� �اتو پخوانى ولسمشر.٢: کوفي عنان دملګروملتونوپخوانى سرمنشي .٣: ياسرعرفات دفلسطين پخوانى ولسمشر.٤: نيلسن منديلا داندونيزياديوګوندمشر.٥: محمدانورالسادات دمصر ولسمشر.٦: تماس ويلين دامريکامتحده ايا� �اتو پخوانى ولسمشر.٧: ډاکترمارتين ديوې مدني ټولنې مشر.٨: تيوډرروزويلټ دامريکادمتحده ايالاتوپخوانى ولسمشر. اوهمدارنګه دسولې دنوبل جاېزې ځينوادارو ته هم ورکول شوي دي چې ددوو ادارو يادونه يې کوواوله نو� �وڅخه تېرېږو.١: ددايمي سولې نړيواله ټولنه .٢: دسرې مياشتې نړيواله کمېټه اوداسې نورې ...ديادونې وړده چې په کال (٢٠٠٧)کې دسولې نوبل جاېزه I PCC ادارې ته ورکول شوه چې ويل کېږي دغه اداره ددې لپاره دسولې دنوبل جاېزې ګټونکې شوه چې دبشري حقوقواو د انساني توپيرونواوتعصبونوپه له منځه وړلوکې رول لوبوي . دسولې په اړه دنظردخاوندانونظرونه:١: بنجامين فرانکلن :يوښه جنګ ،دسولې پروړاندې ډېرې بدبختۍ لري .٢: مصطفى کمال اتاترک :په کورکې سوله په نړۍ کې سوله ده.٣: جيمي کارټر:مونږبه هيڅکله په سوله کې ژوندونه لروچې ديوبل بچيان وژنو.٤: موشي ډايان:که غواړې چې سوله راوړئ دخپلوملګروسره مه غږېږئ د دښمنانوسره وغږېږئ.٥: ډالۍ لاما:سوله هغه وخت دوام پيداکوي چې انساني حقوقوته درنښت وشي اوانفرادي اوقومي خپلواکي پياوړی شي.٦: واډايم� �سن :سوله په تشدد منځ ته نه راځي ،بلکې دتفاهم له لارې راتلاى شي .٧: ګاندي :سولې ته لارنشته ،سوله خپله لار ده .٨: ميګاډيټ :سوله خرڅېږي ،خوڅوک دي چې سوله واخلي .٩: سامراج :همکاري + صبر = سوله١٠: واکر:سوله هغه وخت � �اځي چې راوبلل شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل باز محمد عابد مينه مې داسې په دايره کې واخليلکه بين مار چې مار هوده کې واخلي د مازديګر وعدې ته نه رسيږيد ديدن تنده مې غرمه کې واخلي ښکلې ګناه ته مې رابولي ساقيرانه توبه په ميکده کې واخلي د عزرائل به دا احسان ومنمکه رانه ساه ستا په کوڅه کې واخلي زما په زړه داسې قبضه واچوهلکه ښامار چې لال ولجه کې واخلي سترګې يې سرې شي په چا خيال نه کوي” باز “ چې کوتره په پنجه کې واخلي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بریښنا د یوه لوړ پوړي دیپلومات ژوند خطم کړ", "output": "میرویس جلالزی په نوي ډهلي کې د پاکستان یو لوړ پوړی ديپلومات تیره ورځ مړ شوی دی. په نوي ډهلي کې د پاکستان د سفارت یوه چارواکي د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط وویل چې دغه ديپلومات د بریښنا له لوڅ مزې سره تر تماس وروسته د خپل اقامت ځای په تشناب کې مړ شوی دی. محمد خان افریدی په هند کې د پاکستان د سیاسي کونسل په توګه دنده تر سره کوله. محمد خان افریدی پرون په داسي حال کې چې په تشناب کې یې په برقي وسیله خپل ویښتان وچول لاس یې د بریښنا له سیم سره ولګید او د برق شدید ټکان مړ کړ. د نوموړي جسد تیره ورځ ناوخته پاکستان ته لیږدول شوی دی. افریدی د هند له لومړي وزیر من موهن سینګ سره د خبرو په حال کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوازشريف: زما د تبعيد تړون پنځه کاله وو", "output": "د پاکستان پخوانى صدراعظم نواز شريف وايي له پاکستان څخه د تبعيد يا جلا وطنۍ تړون يې د پنځو کالو دپاره لاسليک کړى و.نوموړي په لندن کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل دى به پاکستان ته ځي او هلته به په راروانو انتخاباتو کي برخه اخلي.نواز شريف پرېکړه کړې چي د سپټمبر پر لسمه به وروسته له اوو کلونو خپل هيواد ته ستنېږي.نوموړى په ١٩٩٩ کال کي د پاکستان د اوسني جمهور رئيس جنرال پرويز مشرف له خوا د يوې پوځي کودتا له لاري ګوښه کړل سو، چي تر يوه کال بند وروسته د سعودي � �يخانو په منځکړتوب له بنده خلاص او د لسو کالو دپاره له پاکستان څخه وشړل سو.نواز شريف ته دوې اونۍ دمخه د پاکستان ستري محکمې خپل هيواد ته د ورتګ اجازه ورکړه. که څه هم په اولو ورځو کي پاکستاني چارواکو ويل د م حکمې پرېکړه به ومني، خو وروسته جنرال مشرف په يوه تلويزوني وينا کي خبردارى ورکړ چي که نواز شريف پاکستان ته ورسي، د پوليسو له خوا به ونيول سي.داچي د ښاغلي شريف ستنېدو ته يوه ورځ پاته ده، نوموړى پاکستان ته د تګ پر هوډ ټينګ ولاړ دى، خو له لندن څخه يې د پرواز وخت او الوتکه اوس هم پټ ساتل سوي دي.دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ د سعودي شهزاده مُقرن بن عبدالله بن عبدالعزيز او د لبنان د پخواني صدراعظم رفيق حريري زوى سعد حريري له جنرال مشرف سره د ليدني پر وخت پاکستان ته د ښاغلي شريف پر تګ ناخوښي وښوده او ويې ويل چي نوم وړى د لس کلن تبعيد له تړون څخه سرغړونه کوي چي دا کار يې د پاکستان د ملي ګټو خلاف دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نړۍ دمانیتورونو (Monitors) لوی نندارتون جوړ شو!", "output": "د تیګو (Teague) په ښار کې د مانیتورونو د نړیوال نندارتون په شپږم کار له پیل سره ،په دې حوزه کې فعال کوریایي شرکتونه هڅه کوي تر څو خپل محصولات مخکې � �ه مخکې نندارې ته وړاندې کړي.LG, Samsung SDI, Samsung Electronics او Philips LCD شرکتونو دمانیتورنو (Monitors) دتولید په برخه کې خپلې وروستۍ لاسته راوړنې وړاندې کړې دي تر څو په دې ډول د کریسمیس په رخصتیو کې ډیر خرڅلاو را خپل کړي.د خپرو � �وو نښو نښانو پر بنسټ ،کیدای شي د جاپان،ټایوان،فرانسې،آلمان ،بریتانیا او امریکا په ګډون د نړۍ له لسو هیوادونو څخه ۱۴۰ شرکتونو په شاوخوا کې په دې نندارتون کې ګډون وکړي.اوس مهال سامسونګ کوریایي شرکت دنړۍ د م انیتورونو بازار په واک کې لري او همدا اوس اوس یې د ۱۷۰ انچو په کچه نوی LCD ټلویزون بازار ته ورپیژندلی چې دا ټلویزون د نړۍ د لویو مانیتورونو (Monitors) څخه شمیرل کیږی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائيتلافي ځواکونو جلال ابادکې دوه تنه صرافان ونيول", "output": "د ننګرهار د امنيه قو مندانۍ يو وياند عبد الغفور له بينوا سره ومنله چې ائيتلافى ځواکونو نن د جلال اباد ښار د ننه د صرافانو سراى تلاشي کړ او دوه تنه صرافان يې د ظاهرشا او مزاري په نمونو له ځان سره د پوښتنو او تحقيقاتو په موخه يوړل . نوموړي وويل دوى به زيار وباسي چې د پيښي په اړوند زيات مالومات تر لاسه کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي د عراق خلګو ته د ډاډګيرني پيغام وليږه", "output": "د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي د عراق خلکو ته د ډ اډ گیرني پیغام واستاوه ، حامد کرزي په دې پیغام کښي د افغانستان د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي د عراق خلکو ته د ډ اډ گیرني پیغام واستاوه حامد کرزي په دې پیغام کښي د افغانستان د ټولو وگړو په استازيتوب د پرون ورځي د خونړی چاودني د قربانیانو د کورنیو غړو او دوستانو ته دډاډگیرني مراتب وړاندي او دا عمل یې یو غیر انساني او اسلامي کار وبلل . دا چاودنه چه پرون پلازمینه بغداد په شعیه میشته سیمه د کاظمیه په نامه جومات کښي رامنځ ته شوه کم تر کمه 1000 مړي او تر 300 ډیر ټپیان یې پر ځای پریښودل چه د پیښي بل عاملد یو پل نړیدل هم بلل شوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "راځئ چي د پښتو پوهنغونډ جوړ کړو", "output": "ويکيپېډيا يوه پرکرښه يا آين لاين پروژه ده چي موخه يه د نړۍ په ټولو ژبو د جامع پوهنغونډ جوړول دي. دغه پروژه چي په لومړي سر کښي په انګليسي ژبه پېل شوې وه، اوس ورپکښي د نړۍ نوري ډيري ژبي هم زياتي شويدي. د ويکيپېډيا پښتو وېبپاڼه د 2005 مېلادي کال د مئ په مياشت کښي پېل شوه. له بده مرغه تر اوسه پدغه پاڼه کښي ډېري مقالې ندي خپرې شوي. پداسي حال کښي چي د نورو ژبو په پوهنغونډونو کښي هره ورځ ګڼ شمېر خلک کار کوي د پښتو د پوهنغونډ په پاڼه کښي د برخه والو شمېر ډېر کم دی. د انګليسي ژبي په پاڼه کښي د مقالو شمېر 9 لکو، د الماني ژبي د مقالو شمېر336000 ته او د لږ وخته پېل شوې فارسي پاڼي د مقالو شمېر تر 8 زرو مقالو نه اوړي. خو له بده مرغه د پښتو پوهنغونډ د مقالو شمېر تر 70 لا کم دی. http://ps.wikipedia.org/wiki/Main_Page که اېرانيان، کردان او نور وګړي خپل برېښنيک پوهنغونډ جوړولای شي نو زه پدې يقين لرم چي پښتانه هم تر هغو ندي پاته. تاسوهم کولای شئ چي پدغه پوهنغونډ کښي برخه واخلی او خپلي مقالې خپرې کړئ او يا د ويکيپېډيا د نورو ژبو مقالې په پښتو وژباړئ. ښه به وي که هغه کسان چي پدغه پروژه کښي ونډه اخيستل غواړي يا ونډ اخلي يو د بل سره تماس ټينګ کړي او لږ تر لږه په پېل کښي يو د بل سره ګډ کار وکړي. د بېلګي په توګه لومړی اړين کار د ويکيپېډيا د مېنوګانو او لارښونيزو پاڼو په پښتو ژباړل دي تر څو نوي برخه وال پر کرښه مرسته تر لاسه کړلای شي. موږ غواړو چي ددغي پروژې د برخه والو يوه پرکرښه يا آن لاين کمېټه جوړه کړو. که تاسوهم پدغه پروژه کښي ونډه اخيستل غواړی اويا د وړاندي لا ددغي پروژې برخه وال ياست نو د برېښناليک په لاندنۍ پته زموږ سره تماس ونيسئ. wikipedia@qamosoona.com احمدولي اڅکزی، المان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درې بهرني او دولس افغان سرتیري وژل شوي دي", "output": "په غزني کې د طالبانو د برید له امله درې بهرني او دولس افغان سرتیري وژل شوي دي دا مرګ ژوبله هله رامنځ ته شو چې د افغان او بهرنیوځواکنو په یو کاروان د غزني ولایت د اجیرستان په ولسوالی کې د طالبانو تر وسله وال بری لاندې راغی. د غزني یو شمیر چارواکو چې وو یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي رسنیو ته ویلي دي چې دا جګړه د دوشنبې په ورځ د سهار له لسو بجو څخه د ماسپښین تر یوې بجې پورې روانه وه. په نښته کې درې پولنډي سرتیري وژل شوي او دوه نورټپیان شوي دي.د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او پنځه ټپیان شوي د ي.پنځه پولیس وژل شوي او درې ټپيان ش،ي دي. سرچینه وایې چې په دې برید کې ۹ طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. چې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو هم د دې برید او تلفاتو پخلی کړی دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پیمان ورځپاڼي ځیني کسان ونیول شول", "output": "میرویس جلالزی په کابل کې د پیمان په نامه د یوې شخصي ورځپاڼي ځیني چلونکي اسلام ته د سپکاوي په تور ونیول شول.د پیمان ورځپاڼي څو ورځي دمخه په خپ� �ه یوه ګنه کې د اسلامي چارو دکارپوهانو په باور یو کفر آمیز مطلب نشرکړی وو چې پکې آخرت، جنت، دوزخ، د قیامت ورځ او زیاتو نور اسلامي مقدسات ته سپکاوی شوی وو.د لوی څارنوالۍ یوې سرچینې دخپل نوم د نه خپریدو په شرط وویل چې پرون ورځ د پیمان ورځپاڼي یو شمیر چلونکي د پولیسو له خوا ونیول شول اوځیني یې له څو ساعته ځنډ و� �وسته بیرته خوشي شول خو ځیني یې لا هم بندیان دي. ها خوا د صدیق الله توحیدي په نامه د باختر آژانس پخوانی � �یس او د (نی) په نامه د یوې تش په نامه د خبریالانو د ملاتړ د امریکایۍ ټولني چارواکي ویلي چې د دغو کسانو نیول کیدل یو غیر قاوني عمل دی او د پیمان ورځپاڼي سره باید د اطلاعاتو او کتلور وزارت د رسنیو د سرغړوني چارو د کم یسیون له لاري برخورد شوی وای.د پیمان ورځپاڼي چارواکو دا منلي چې دغه کفر آمیز مطلب دوي نشر کړی خو قصدي نه بلکه د یوې خطا پر بنسټ د یوه بل مطلب پر ځای نشر شوی دی. &nbs; p;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نواب ميربالاچ مري مړی به په افغانستان کې ....", "output": "میرویس جلا� �زی د پاکستان د بلوچ آزادي غوښتونکي غو� �ځنگ بلوچ لبریشن آرمی د جگړیز وژل شوي قوماندان میربالاچ مري مشر ورور نوزاده میرغزین مري ویلي د ورور مړی به یې په موقتی ډول په افغانستان کی خاورو ته وسپارل شي ځکه بلوچستان اوس د دې کار لپاره مناسب ځای ندی . نوزاده میر چې په دوبۍ کې یې خبریالانو ته وینا کوله وویل: افغانستان د ب� �وچانو د دښمنانو له اغیزي څه نا څه خوندي دی او مونږ هم بلوچ آزادۍ غوښتونکو ته امر کړی چی د نواب میربالاچ مړی په افغانستان کې خاورو ته وسپاري . نوموړی هغه تورونه هم رد کړل چې گوکې نواب میربالاچ مري د ناتو سرتیرو په برید او یا هم له براهمداغ بوگټي سره په نښته کې وژل شوی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا: مخالف وسله وال به له خونړيوتاکتيکونو کار واخلي", "output": "د امريکا د پوځي استخباراتو يوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د دغه هېواد د سنا پوځي کميسيون ته د څرګندونو پرمهال ومنله چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې په افغانستان کې د دولت د مخالفو وسله والو بريدونه دوه برابره زيات شوي او په راتلونکي کال کې به هم دغه حالت دوام ومومي. نوموړي وويل که څه هم په روان کال کې مخالفو وسله والو ته ډېر تاوانونه، مرګ او ژوبله اوښتې، سره له دې د هغوى د بريدونو او فعاليتونو لمن پراخه شوې او په راتلونکي کې به هم دوى له خونړيو تاکتيکونو څخه کار واخلي. د نوموړي د وينا له مخې د دغو بريدونو موخه په نړيواله کچه د افغان دولت کمزورى ښودل دي. ده په نړيواله ټولنه غږ وکړ چې د افغان ولسمشر حامد کرزي له دولت څخه ملاتړ وكړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "م.م: پنځوس فيصده ځانمرګي بهرنيان دي", "output": "بي بي سيد ملګرو ملتونو ملتونو يو راپور وايي په افغانستان کي په سلو کي تر پنځوس زيات ځانمرګي بريدونه بهرنيان کوي.راپور په تېرو دوو کالو کي د ترسره سوو ځانمرګو بريدونو په اړه وايي چي تر اتيا فيصده ډېرو ځانمرګو بريد کوونکو او بم ايښودونکو ته په پاکستان کي روزنه ورکړل سوې ده.راپور وايي تېر کال په افغانستان کي ١٢٣ ځانمرګي او په روان کي کال کي تر اوسه ١٠٣ ځانمرګي بريدونه ترسره سوي دي.د روان کال په ترڅ کي يې له امله ١٩٣ کسان وژل سوي چي ١٢١ تنه يې ملکي کسان، ٦٢ نظامي او دولتي کسان او ١٠ تنه يې خارجيان دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان له لاري د ترکمنستان د نل ليکي نوم", "output": "دا ټکي د هندوستان د اطلاعاتو وزير تيره ورځ وروسته له هغه خبريا لا نو ته څرګند کړ چي د هند کابيني په دي نل ليکه کښئ په خپله ونډه رڼا واچوله. نوموړي وويل دا نوم به (تي اي پي اچ ) وي او معني به يي دا وي چي دا پروژه د ترکمنستان ګاز له افغانستان نه پاکستان او له هغه ځاي نه هند ته استوي. د پايپ لاين تړونونه د نوموړو هيوادو د مشرانو تر منځ لاسليک شوي خو کار يي تر اوسه ندي پيل شوي . په دي پروژي به څه باندي ٣ مليارده امريکايي ډالر ولګيږي او په افغانستان کي به څه باندي ٣ زرو تنو ته د کار زمينه برابره کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په مکسيکو کې سیلابونو سخت زیانونه اړولي", "output": "د امریکا د مکسیکو په ایالت کی سختو سیلابونو زرگونو تنه د خپلو کورو پریښودو ته اړ کړي دي. رپوټونه وایې چې سیلابونو او ځمکي ښویدني د خلکو په منځ کې ویره خپره کړي او په زرگونو تنه د دې ښار اوسیدونکی له خپلو کورو تښتیدلي دي . د ژغورني امله وایې ، چې د تباسکو ښار ډیري برخې تر اوبو لاندي شوي او په ټول ایالت کې څه نا څه 8 لکه تنه بې کوره شوي دي . تر اوسه یوازی د یو کس د مړینی رپوټ ورکړ شوی .همدا اوس هم د ژغورنی امله کار کوی چې ځپل شوی کسان له سیمي وباسي .دا سیلاب په تیرو 50 کلونو کې په مکسیکو کې بی ساری وو . د گریجلفا سیند همدا اوس له سخت باد سره یو ځای شوی او په غټه اندازه اوبه د مکسیکو د پلازمینی ( فیل هیرموسا) ښارونو په لور رواني کړي دي .په ز� �گونو تنه پرون د جمعی په ورځ ، په پلازمینه کې د خوړو د پلورنځیو مخې ته په لینونو کې ولاړ و تر څو خواړه او درمل تر لاسه کړي . د تباکو ښار والی اندریس گرینر وویل: اوس مونږ د یو دیو سره جگړه کوو او پوځیان هم را سره دي. د پوځ چورلکو تیره شپه او نن سهار په زرگونو تنه له ځیانمنو شویو سیمو ایستلي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لويي څارنوالۍ پسله يوې اوونۍ محمديارته د خلاصون خبر ورکړی دی", "output": "د بېنوا فرهنګي ټولني مشر چي يوه اوونۍ مخکي په کابل کي لويي څارنوالۍ ته د اطلاعاتو او کلتور د وزير په امر راغوښتل شوی و د تحقيقاتو او پوښتنو ګروېږنو وروسته خلاص شواو دوسيه يې وتړل شوه . د اطلاعاتو او کلتور وزير څارنوالۍ ته ويلي وه چي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر محمديار څو اوونۍ مخکي په کندهار کي د يوه سيمينار پر وخت دده په اړه يوه ليکنه خپره کړې وه او په دې توګه يې دده د حيثيت سپکاوی کړی دی ، په دې اړه له محمديار څخه په کابل کي څو ورځي پوښتني ګروېږني وشوې ، محمديار د هيواد د اساسي قانون او مطبوعاتو په قانون کي د قلم او بيان د ازادۍ پر بنسټ د ځان دفاع وکړه او څارنوالۍ ونشوای کړای چي محمديار د قانون له مخي د وزير په دې دعوه چي ګواکي محمديار يې د حيثيت سپکاوی کړی دی سزا ورکړي . محمديارته پرون په کابل کي وويل شوه چي نور يې دوسيه بنده شوې ده او کولای شي کندهار ته لاړ شي او همدا ډول يې په کابل کي د لويي څارنوالۍ څخه د کندهار پر څارنوالۍ يو سرپټی ليک تر لاسه کړ چي وښيي په کابل کي لويي څارنوالۍ دده دوسيه بنده کړېده او دی بيګنا ثابت شوی دی او د هوډ مجلې مسوول مدير ښاغلی ولسمل چي په کندهار کي يې دده ضمانت کړی نور له ضمانته خلاص دی . محمديار د بېنوا خبريال سره په تيلفوني خبرو کي وويل چي تر يوې اوونۍ بيځايه وخت تيريدو وروسته به اوس ډير ژر د خپلو فرهنګي او ژورناليستيکي چارو د سرته رسولو لپاره کندهار ته چيري چي د بېنوافرهنګي ټولني او ښکلا مجلې مرکزي دفتر دی ولاړ شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جورجیا: ۱۵۰۰ ولسي وګړي او روسي سرتیري وژل شوي", "output": "رپوټونه وایې چې د جمعې په ورځ غرمه م هال د روسي سرتیرو او جورجیایې پوځیانو تر منځ د جنوبي اسوتیا پر سر سختي جګړې پیل شوي. لومړني رپوټونه د روسیې د دفاع وزارت په حواله وایې چې په دې نښتو کې تر اوسه تقریباْ ۱۵ روسي سرتیري وژل شوي او نژدې ۲۰۰ نور ژوبل دي. سیمي ته له دواړو غاړو زغروال ګاډي، توپونه او جنګي چورلکې او بم غورځونکي جیټ الوتکي هم استول شوي دي. شیبه دمخه د اسوتیا دولتي ټلویزیون خبر ورکړ چې د روسي ځواکونو په برید کې په همدې سیمه کې لږ تر لږه ۱۴۵۰ تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي. د نړۍ د مقتدر هیواد امریکې ولسمشر د روسیې له جمهور ریس سره په بیجنګ کې په بیړنۍ توګه وکتل او پّه دې لانجې یې ورسره خبري وکړي.ویل کیږي چې داجګړه دومره پراخه او بي ساري ده چې ښایې د روسیې پلازمینې ته هم وغزیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولي ۸ دمارچ (دښځو نړیواله ورځ )لمانځل كيږي ؟", "output": "معلومه خبره ده چي مارچ ۸ دښځودنړيوالي ورځي په توګه په ټوله نړي كي دخاصومراسموپه ترځ كي لمانځل كيږي . ددي په خاطرچي ځانګړي هڅي شوي وي ترڅوجنسي توپيرونه په نړيواله كچه له مينځه يوسي اودنړي ټولووګړوته داجوته شي چي دښځواونارينه ووترمينځ كوم خاص توپيروجودنه لري په همدي توګه هغه زاتي حقوق چي يوانسان يي دځمكي پرمخ لري كه په مادي عرصه كي وي اوكه په معنوي عرصه دځمكي پرمخ ټولوانسانانوته ورسيږي اوڅوك دجنس دتوپيرپه نامه له هغه څخه بي برخي پاتي نشي. � �ازم يي بولم ترڅوپه لنډوټكوكي ددي ورځي تاريخي بهيرته نظرواچوم ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ډاکټر رایس مصر ته تلونکی ده.", "output": "دامریکا دبهرنیو چارو وزیره ډاکټر کاندولیزا رایس نن منځني ختیځ ته په پنځه ورځنی سفر تلونکې ده چې مصر ته به ورسیږي. نوموړې به له عربو وغواړي ترڅو له حماس سره په اړیکو وغږیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قبر رنګ", "output": "افغانه جوړ کړه خپل ملي يووالیخپلو کې مينه ورورولي وکړلکه پلرونه خپل منځي يووالیملي وحدت عزيزولي وکړهافغانه يو کړه مي� �يتونه ورونهبلوڅ تاجک په يوه مرکز راټول کړهنورستاني او نور قامونه ورونهترکمن ازبک په يوه مرکز � �اټول کړهستا هزاره ايماق نسلونه ورونهورونه دې کلک په يوه مرکز راټول کړهجوړ کړه د ورونو بيا اصلي يووالیپښتونه ته مشرولي وکړهله اريانا تر خراسانه پورېته د قدرت او اعتبار خاوند وېته له يما تر اح مد خانه پورېدپت عزت او اقتدار خاوند وېله ډير پخوا تر نن زمانه پورېد شان شوکت او لوړ وقار خاوند وېجوړ د بچو وکړه خپل قوي يووالیخوی د افغان بچي اصلي وکړهستا موجوديت راغلی سوال لاندېپه هوښيارتوب مظاهره وکړهستا حريت راغلی سوال لاندېپه سړيتوب خپله چاره وکړستا افغانيت راغلی سوال لاندېښه په ن� �توب او په ښکاره وکړهکلک بيرته جوړ کړه افغاني يووالیپښتونه ته پښتونولي وکړهخپلو کې يو شه تنګ نظر و� �ک کړهزمان دې بيا نن آزموينه کويپه لوړه پوهه بنيادګر ورک کړهجهان دې ننګه او پالنه کويپردی جاسوس پردی نوکر ورک کړهآسمان په تا نن لورينه کوينړۍ دې ټوله نن څيړي يووالیسيال شه سيالانو کې سيالي وکړهکه غواړې واوسې آزاد پښتونهتعليم او زده کړه دې کړه دنده خپلهکه غواړې ملک دې شي آباد پښتونهپوهه حاصله ښه درنه کړه خپلهپام چې وخت تير نه کړې برباد پښتونهد نړۍ وضع تجربه کړه خپلهپوهه په تا کې راولي يووالننګ او غيرت د ابدالي وکړهيو ځلې ځان او بيا جهان وګورهله ديره جاتو؛ نه سستانه پورېپه پاکه خاوره شهيدان و ګورهوزيرسستان بلوچستانه پورې ويش دې په لوی افغانستان وګورهوکړه حيا د پاکستانه پورېپه پوهه واخله خپلواکي يووالید شهيدانو تسلي وکړهد لوی خوشال قبر به رنګ وباسيکه د افغان بيرغ پرې وغوړيدود ايمل خان قبر به رنګ وباسيکه لوی افغان يې په ننګ ودريدوفخر افغان قبر به رنګ وباسيکه تشدد، نه پښتون وګرځنيدود خدمتګار ارمان اصلي يووالیکه لراوبر مې ورورولي وکړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهارۍ پيغله ماته شوه", "output": "کندهارۍ پيغلې ليمې سحر په يوه سندريزه مقابله کې � �ه خپل فارسي ژبی سيال رفيع ناب زاده څخه د رايو په خورا زيات توپير د پنجشنبې په ماسپښين ماتې وخوړه . ليمه سحر چې په خټه د کندهار ولايت ده، دا دی اوس د طلوع خوصي ټلويزيون په افغان ستوري خپ� �وني کې له دوو زرو گډون والو څخه مخکي شوه .نوموړي بينواويب پاڼې ته وويل: که چيرته دوهم مقام تر لاسه هم کړم ، نشم کولای د کندهار په ولايت کې ژوند وکړم نو له همدې کبله غواړم خپله کورنۍ کابل ته راوغواړم .د روشن مخابراتي کمپنۍ چې دا خپرونه يې سپانسر کړي وايې چې په تيره يوه اونۍ کې د 6500 امریکايي ډالرو په ارزښت ليکلي پيغامونه د ليمې سحر په خاصه شميره استول شوي وو چی دا لنډليکي پيغامونه د هغې د نژدی سيال د هغو په پرتله څه نا څه کم ول. د طلوع ټلويزيون د افغان ستوري خپرونه له دې دمخه د افغانستان د عالمانو شورا له خوا غندل شوي وه او ديني عالمانو له ولسمشر څخه غوښتنه کړي وه چې دا خپرونه بنده کړي . په ورته وخته کې د عالمانو شورا يوه تن غړي علی احمد جبریلي بيا ويلي چې په روان حال کې افغانستان ښځينه سندرغاړي ته هيڅ راز اړتيا نلري او د دې پر ځای باید د افغانستان پر اقتصاد او امنيت کار وشي . جبريلي وويل:د ليمې سحر او د هغې سندري د وږو افغانانو خيټي نشي مړولای نو له همدې امله د طلوع ټلويزيون دا کار بي ارزښته دی . &nbs; p; & nbsp; ( ليمه سحر )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یو افغان د ځنګلیانو له بنده راوتښتېد", "output": "د پکتیا یو تن اوسېدونکی د ځنګل وهونکو له ۲۰ کلن بنده په تېښته بریالی شو. سید ایوب شاه د پکتیا ولایت د جارسن کلي اوسېدونکی شل کاله مخکې د پاکستان د سند ایالت په حیدراباد سیمه کې د ځنګل وهونکو له خوا نیول شوی وو او لرګي ییې پرې وهل. ایوب شاه څو ورځې مخکې پر دې بریالی شو، چې له سیمې وتښتي او خپل کلي( جارسن) ته راشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پکتيا کې ۴ كسان تښتول شوي دي", "output": "د پکتيا په لرې پرته سيمه زرمت کې د کډوالو د ادارې ( اى او ام) دوه تنه انجينران او ورسره دوه ملګري يې تېره ورځ د ناپېژاندو کسانو له لوري تښتول شوي دي. په کابل کې د م� �ګرو ملتونو څانګه د پېښي پخلى کوي اووايي په دې هکله تحقيقات روان دي. د پکتيا د پوليسو مشر روفي هم پېښه منلې او وايې د پوليسو له خبرتيا پرته نه پوهېږي د څه له پاره نوموړي کسان دغه سيمې ته تللي وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبې امنۍ دډېرېدویو څو لاملونه (د هيودوال ليکنه)", "output": "په دې وروستیو،ورځوكې نا امني د هېوادپه ځينوولايتونوكې چې پخواپكې امنيت ښه ؤ،زياته شوېده.دبې امنۍ زياتېدل ډېرلاملونه لري،چې،كورني اوخارجي عوامل په برکې نيسي.دلته هاغه عوامل په ګوته كول غواړم،چې بهرني اوداخلي عوامل يې لاپياوړي کړيدي. مجرمانوته سزانه وركول:دهېوادپه ډېروسيموكې ډېرځلې داسې شوي،چې له شواهدوسره يوکس په جرم نيول شوی خوبياهم ورته سزانده وركړل شوې. د څو لوړ پوړيوچارواكيوله قوله،چې كله يې كوم مجرم نيولى اومركزي دولت ته يې سپارلى دی،مركزي دولت بې له کومې سزاخوشې كړيدی.کله چې مجرم دوهم ځلي دخپل فعاليت سيمې ته ستون شوى،نوهلته يې بياهغوخلكوته،چې ددۀ په نيولوكې يې له دولت سره مرسته کړې وه،سرخوږی جوړکړی،چې د دې په نتيجه کې ددولت دوستان هم په دښمنانوبدل شويدي. دريفورم ترنامه لاندې بې کفايته وګړي دندوته ننوتل:- په لومړيوكې داسې هيلې وې،چې ريفورم سره به وړ اوكارپوه اشخاص پردندوپاتې شي اوهغه كسان،چې په ګوندي اودخپلوۍ پراساساتو پردندووګومارل شوي،به له دندوګوښه كړاى شي.او په پوليسوکې به اصلاحات رامنځته شي.خوبدبختانه داسې ندي شوي اوداصلاحاتوپه نامه خرابۍاوفسادراولاړشويدی.دريفورم ترچترلاندې چې څوك راغلي هغوی يوډول ځآنونه ازاداحساسوي اوكله چې ترې نه داجراتو،دقانون دپلي كېدا، د وسايلو د حال اوګزارشونوپوښتنې كيږي نوپه ځانونويې بده لګوي.دكابل ولايت ددولسمې حوزې دجنائي جرمونومديرسمونيارمرزاخان منګل وايي، چې دريفورم ترنامه لاندې د هېواد خادم او مجرب خوبې واسطې بچيان گوښه كيږي اوپرځاى يې بې تجربې اود هېواد له شرايطوسره نابلدوكسانوته زمينه مساعده شوېده.دى زياتوي (( په هېوادكې دريفورم پروسه بيخي ناكامه ده اوپه هيڅ وجه دپوليسوترمنځ اصلاحات نشي راوستلاى،ځګه پدې کې دهېواد ټول شرايط په پام کې ندي نيول شوي.))د وردګوولايت د امنيې قوماندانۍ يو تن ډګروال چې د نوم له ښودلونه يې ډډه كوله وويل چې د ريفوم ترچتر لاندې په پوليسوكې غله اواختطافګران ننوتلي چې په هيڅ وجه ورته ريفورم نشوويلاى. دحكومتي اداروترمنځ نه هماهنګي:-دملي دفاع،ملي امنيت،كورنيوچارووزارت،ايتلافي ځواکونواوځينونوروامنيتي ارګانونوترمنځ دهماهنګۍ نشتوالى هم دامنيت دخرابوالي يوه وجه ده. نوموړې ادارې هريوپخپل سرعمليات كوي،چې يولړستونزې يې راولاړې کړيدي.كه ټولې ادارې سره هماهنګې وای اواختلافات يې سره نه درلوداى نوپه هلمندكې به وضع دومره نه خرابیدلای! په ځينوځايونوکې دعملياتو په دوران کې مخالفين دعملياتوله پيل کېدو نه وړاندې خبريږي. همداشان په ځينوځايونوکې بې ګناخلک نيول کيږي او دنيولو په دوران کې ورسره ډېرناوړه چلند کيږي. دعصري وسايلوکمښت:-له امنيتي چارواكيوسره دعصري وسايلوكمښت هم دامنيت په ټينګښت كې ستونزه ده.په ځينو ځايونو كې له امنيتي ارګانونوسره دمخالفينوپه څېروسلې نه وي. دمعاشونوکمښت:-دپوليسواومامورینومعاشونه ډېركم دي،له همدې كبله ډېرکسان دزړه له كومې دندې نه اجراكوي. هان له همدې کبله خپلې دندې پرېږدي.دپوليسومعاشونه زياتول پكاردي اوهمداشان څه امتيازي معاشونه هم ورته ټاكل ضروری دی،ترڅودژوندانه هغه لومړنۍ اړتياوې خو يې پوره شي. دروزنې نيشتوالي:-ځيني بې زده كړواوله پخوانيوجنګي ډلوپورې تړلي كسان په امنيتي ارګانونوكې ننوتلي دي.چې دوی په فوق العاده توګه زده كړې اوروزنې ته اړتيالري. دوی چې کله دپوليسوپه ډله کې ننوځي نوبيايې هماغه دچوراوتالان فكرونه په ککريوکې ګرځي راګرځي. او دسمون پرځای وراني رامنځته كوي.دامنيتي وضعې دخرابۍ ځينې نور لاملونه هم شته،خوداهغه یودي،چې دولت په لوی لاس رامنځته کړي او دحکومت لژی پاملرنې ته اړتيالري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خپل تاریخ مه بدرنګوﺉ(د الماس ليکنه)", "output": "خپل تاریخ مه بدرنګوﺉ څو ورځی م خکی ښاغلی حامد کرزی په یوه احساساتی وینا کې پاکستان ته ګواښ وکړ، چې که د پولی له اخوا څخه د هغه په وینا د و� �انکارو له راوړیدو مخه ونه نیسی، نو دی به ورپسی هلته ورشی او دا چې هلته د ده ورتګ د ده حق دی. تر دی وروسته د افغانستان به مختلفو ولایاتو کې ددې څرګندونو په ملاتړ غونډی وشوی او د شمال ولایتونو خلکو خو عملا جګړی ته خپل تیاری وښوده. همدارنګه په ورځپاڼو او ویبپاڼو کې مختلفې شننې او بیلابیل مضمونونه خپاره شول چې هر چا د خپل نظر څرګندونه په کې وکړه. خو حقیقت تر دې خبرو ډېر توپیر لری، هغه دا چې که د ښاغلی حامد کرزی او د دولت نورو چارواکو څرګندونوته نظر وکړو دا خبره روښانه کېږی چې ددوی په خبرو کې ثبات نشته او ثابت نظر نلری. اوله دا چې د دولت چارواکی خپل داخلی کش مکش او د ملت نا رضایتی او د اشغالګرو قواو په ضد د مجاهد ولس مقاومت اومبارزی ته د پاکستان د استخباراتی شبکی لاسوهنه وایی چې حتی د تیر جشن په ورځ د حامد کرزی د وژلو توطیه یی هم د ای اس ای په غاړه ورواچوله، او د کندهار د محبس او د ارغنداب د سقوط او داسې نورواقعات د پاکستان په دولت پوری تړی. که د دولتی چارواکو خبری ریښتیا وی، نو سوال دلته پېدا کېږی چې نور افغان دولت او د هغی تر شا امریکا او څولیښت نور هېوادونه د څه شی انتظار کوی، ولی په اسلام اباد یرغل نه کوی، ولی سیالکوټ، بهاولپور او رسالپور چې د پوځی ټ� �یننګ مرکزونه دی په کروز میزایلو نه ویشتل کېږی. امریکا تش د یوه مشکوک کس د ساتلو په جرم د نړۍ د هغې خوا نه په افغانستان یرغل کوی او بیا هغه هم د هغوی په وینا چې اوس به افغانستان کې اوجود نلری، بیا هم دلته خپل نظامی ح ضور ساتی چې دسر په بیه ورته تمامیږی او ورځ په ورځ یی د تلفاتو شمیره زیاتیږی. او له بلی خوا په څو کیلو مترۍ کی ورته پاکستان ورانکاری رالېږی او بیا هم هغه ورته ګوری او هېڅ ورته نه وایی. دا خبره هېڅ سلیم عقل نه منی، او نه هم امریکایان دومره ویده دی، بلکی ویده افغانان دی چې هر وخت غولیدلی او د احساساتو څخه یی غلطه استفاده شوی. افغانان دې دا خبره یاد ساتی که چېری امریکایان یا د هغوی متحدین یا د امریکا تر قوماندې لاندی افغانی پوځ په پاکستان حمله کوی، نو د ای اس اس تر قوماندې لاندی به په باجوړ، سوات او وزیرستان کی د اسلامپالو پر ضد جنګېږ ی، ځکه چې داګروپونه د امریکا په تور لست کې دی، او اسلامی مفکوره لری. کله به هم امریکا د پرویز مشرف او یا د اې اس اې پر ضد اقدام پورته نکړی، ځکه هغه تر حامد کرزی امریکایانو ته ډېر محترم دی. که چېرته بیا هم ومنو چې حامد کرزی واقعا پر پاکستان حمله کوی، او افغانان هم دې جنګ ته لنګ وهلی ناست دی نو راځی چې لږ ساه واخلو او په ګرېوان کې حساب وکړو، چې ددې کار امکانات شته او که نه؟ لومړی دا چې جنګ پیسو ته ضرورت لری او افغان حکومت سوال ته ناست دې، خپلو مامورینو ته تنخوا نشی رسولی او که رسوی یی هم هغه یواځی دیوۍ کورنۍ د اوړو هم نه کېږی. دوهمه دا چې زمونږ د هېواد د مرکز، شرقی او جنوبی ولایتونو نوی په سلو کې ټول د اړتیا وړ توکی له همدی ګاونډی هېواد څخه � �اځی. همدارنګه زمونږ ټول مریضان چې په افغانستان کی د تداوۍ وړ نه دی د پاکستان په روغتونونو کې تداوی کېږی چې ښه بیلګه یی د پیښور رحمان مډیکل سنټر دې، چې ایتا په سلو کی مریضان یی د افغانستان څڅه دی. او تردی هم بی خونده خبره دا چې تر اوسه زمونږ په سلهاو زره افغانان په همدې هېواد کی د مهاجرت شپی سبا کوی او د هېواد وضعې ته په کتو سره زړه نه ښه کوی چې خپل هېواد ته راشی. ددې ټولو خبرو په نظر کې نیولو سره دا خبره روښانه کېږی چې د کابل ادا� �ه په اوتو بوتو سر ده، او غولیدلی ملت هم ورپسی په پټو سترګو منډې وهی. د پاکستان مداخله به ومنو ځکه چې هر هېواد خپلی ګټې لری او د خپلو ګټو مسول وی، خو هغه مداخله دومره ښکاره او بربنډه نه ده لکه د امریکا اشغال، نو که څوک د خارجی مداخلی مخالف وی، نو تر پاکستان به زیات د امریکایی اشغال مخالف هم وی، او که د پاکستان پر ضد جنګ ته ودریږی، نو د اوسنی اشغال پر ضد خو به خامخا جنګېږی. غلامی ډېر بد عمل دی او انجام یی هم ډېر بد وی، تاسو د ببرک کارمل او داکتر نجیب بیانیی وګورﺉ چې هغوی د روسانو د اشغال په وخت کې کوم الفاظ او کلمات استعما� �ول، هغوی د روسانو متجاوز لښکر په څه نوم ستایلو، هغوی د روسانو پرضد جنګېدونکی ملت ته څه خطاب کولو، د � �وسانو رویه د مخالفینو په ځپلو کې څومره شدیده وه، او بیا هغې ته په کتو سره د کابل اوسنۍ اداره او د امریکایانو نظامی حضور وګورۍ د یوۍ زرې هومره توپیربه په کې پېدا نشی. زما غوښتنه د ټولو افغانانو څخه دا ده چې که سربازی او تاریخ جوړونه ترینه پوره نه وی، نو لږترلږه دې د افغانانو اتلولۍ او نارینتوب په پنجابیانو او اې اس اې پورې نه تړی او په زغرده دې ووایی چې دا هغه غېرتی قوم دې چې د چنګېز او سکندر څخه رانېولې بیا تر انګزېږ او روس پوری طاغوتی لښکرې یې ماتی کړی او اوس هم د هماغه مېراث له برکته د نړۍ تر ټول مجهز او پرمخ تللی پوځ سره په نره ډغرې وهی او جهان ته د سربازۍ سبق ورښیې. دا چې په چا کې ددې قربانۍ جذبه او توانایی نه وی نو لږ ترلږه خو چب کیناستی � �ی. کله چې پنځه کاله وروسته د ناټو د تلفاتو د ډېروالی او د جنګې مصارفو د ډېروالی له کبله د ناټو متحدین یو په بل پسې ښپی سپکی کړی او د امریکا جنګی ماشین مات شی، د تېښتی لار خپله کړی، دکابل واکداران هم خپلو ټاټوبو ته تشریف یوسی، د کوم ځایه چې یی تشریف راوړی، او بیا د افغانانو د خوښی حکومت جوړ شی، او یو ځل بیا د افغانستان تا� �یخ ثابته کړی چې دا هېواد د ابرقدرتونو هدېره ده، نو ریښتیا ووایی چې بیا به درته ځان څومره پیکه ښکاری چې کاش دې ادارې ته خو می لږترلږه ووټ نه وای ورکړې او چېرته چپه خوله ناست وایی. تر دې وروسته چې مونږ د خپلې ارادې خاوندان شو، نو بیا به د ګاونډیو سترګه هم راڅخه وسوزی ځکه چې د هغوی بادار به مو مات کړی وی او د غلام خو به یی هسی هم پښی سستی وی. نوبیا به د کابل شمله هسکه وی او په نړۍ که به مو عزت او وقار پرځای وی، خپلی فیصلی به خپله کوو، خپل امنیت به خپله نیسو او خوله به مو د خپلې خوښی خبری راووځی چې وزن او قافیه به برابره وی. الله ج دې هغه ورځ رالنډه کړی. مننه الماس"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستان د ۱۷ تنو د مړینې په اړه شورغږ وکړ", "output": "د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه هېواد کې میشت افغان سفیر ته د وژل شویو پاکستانیانو په اړه شورغږلیک ور وسپاره. پاکستان په خپل شورغږ کې له افغان چارواکو غوښتي،چې د ۱۷ تنو وژل شویو پاکستانیانو وژونکو ته دې جزا ورکړل شي. خو د کندهار والي اسدالله خالد وایي،چې وژل شوي کسان افغانان وو او له ځانونو سره یې وسلې لېږدولې. پاکستانی اړخ وایي وژل شوي کسان پاکستانیان وو او د نوروز په موخه مزار ته روان و،چې په کابل کې ونیول شول او بیا د وژلو لپاره کندهار ته واستول شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پکتیکا ولایت کې څلور طالبان ووژل شول.", "output": "دپکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ په ګواشته سیمه کې ۴ تنه طالبان چې غوښتل يې په لویه لار ماینونه خښ کړي، دائتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل � �ول. په وژل شويو کسانو کې يوتنه د جنوبي وزیرستان او درې تنه نور سیمه ییز طالبان دي، چې جسدونه يې لاهم دپيښې په سیمه کې دي. په پکتیکا ولایت کې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان دماین خښولو پرمهال د ائتلافي ځواکونو نښه ګرځي، دوې اوونۍ وړاندې هم ددغه ولایت په اومنه ولسوالۍ کې ۳ درې تنه طالبان هم دماین خښولو پرمهال وژل شوي وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جرمني جنوبي ولايتو ته د عسکرو له لېږلو انکار کوي", "output": "د المان د دفاع وزير فرانز جوسيف جنګ يو ځل بيا د افغانستان جنوبي سيمو ته د خپل هيواد د عسکرو له لېږلو انکار وکړ. د دفاع وزير فرانز جوسيف له نيشنل عوامي ټلوېزون سره په مرکه کي وويل: ((م وږ د افغان پوليسو او پوځ په روزلو کي مرسته کوو، موږ به خپل سرتېري د افغانستان جنوب ته ونه لېږ و)). جرمني په افغانستان کي ٣١٠٠ عسکر لري چي د ناټو ځواکونو تر مشرۍ لاندي په شمالي ولايت کندز کي په ماموريت بوخت دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوريځه", "output": "څلوريځه ډیرضرورت لرو دکارخدايه کړه برابرمو پردې لارخدايه دخپل وطن پرآينه مو پروت دی ځو پاکوو دغه غبارخدايه محمدعلي عمري/ مسلم باغ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د صدارتی نظام پلویان ناکام شول (دعالیه راوي لیکنه)", "output": "د شمال تلوالې د ولس مشریز نوماند او د نظار شورا پخوانۍ ویاند عبدالله عبدالله د بایللو له ویری نه د دې ته حاضر نه شو چې د ټوټاکنې په دوهم دور کې سربیره پر دې چې سخت ټینګار کاوه ګډون وکړي. نوموړې ِغوښتل چې د بری د ترلاسه کولو وروسته به د افغانستان ریاستې نظام بدلوي او دهغه پرځای صدارتی ټینګوي. دا جوته نه ده چې د عبدالله څه ګته ده چې د افغانستان ریاستی سیاسی جوړښت چې د دایرکت دیموکراسۍ یا سیده ولسواکۍ پربنست ولاړه ده او وګړي سم دم خپل ولس مشر ټاکي د هغه پر ځای پارلمالی نظام چې د غیر مستقیم ولسواکۍ یانې ولس خپل مشر د ولس جرګې د غړي د اکثریت راې په اساس وټاکي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې پراخ بڼسته او افغانستان شموله سیاسی سیاسی ګوندونه نشته نو څنګه شونې ده چې پارلمانی نظام منځ ته راشي. د بلې خوا تراوسه پورې د ربانی او د حکمتیار (د جمهور ریس او صدراعظم) د جګړو ترخې خاطر د افغانانو په یاد کې پاتې دي. جوته خبره ده کې چې عبدالله په یواځیتوب ګټلی نشي خو په آئتلافی یا د تلوالي په نظام کې بیا به عبدالله پنځوس سلنه ګتلې شي. د بلې خوا عبدالله غواړی چې د صدارتی نظام له لارې د فدرالي نظام د پاره لاره هواره کړي او په پاې کې د افغانستان په شمال خراسان جوړه کړي او افغان د افغانستان د ولس ملي هویت به توګه له منځه یوسي . دا د شمال د تلوالې بیان شوې او نا بیان شوې سیاسی هیلې او آرزوګانې دي چې د هغوی د لاس ته راوړلو د پاره د هر کورنۍ او بهرنۍ افغان او افغانستان دښمن سره په دې هیله یو ځای کیږي چې د افغانستان څخه به خراسان یا آریانا جوړه کړي. خو د شمال تلوالې په وړاندې او د صدارتي نظام پلویانو ته د افغان ولس یو ځواب دیٔ ( څو چې پاتې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي).عبدالله باید په دې باندې پوه شي چې د 1992-1996 کلونو تر منځ د کورنیو جګړو له مجرمو ډلو د مشرانو له جملې څخه ګڼل کیږي. عبدالله د طالبانو په مهال په کورنیو جګړو کې مستقیمه ونډه درلوده او د روسیی او ایران څخه په ښکاره ډول وسلې او پیسې ترلاسه کول. عبدالله د افغانستان د موزیم او د افغانستان د سفارتونو په چور او چپاول کې مجرم کس ګڼل کیږي. عبدالله هغه څوک دې چې کله امریکایی الوتکې د افغانستان د پښتونخوا په سیموکې چې بمباری کولې چک چک کاوه عبدالله هغه وخت غوښتل چې ټول پښتنو د طالب په نامه وځپل شي. عبدالله هغه څوک دی چې د بن به کنفرانس کې شهادت ورکاوه چې پښتانه په افغانستان کې 38 فیصده ده او نباید د افغانستان په دولتي جوړښت کې تر اته دیرش فیصده ډیر برخه ورته ورکړل شي او ملګرو ملتونه هم د عبدالله سره ومنله او اود منځ مهالې په جوړښت پښتنو ته اته دیرش فیصده برخه ورکړه. خو اوس دا سپین سترګې عبدالله یو دم پښتون شو( لعنت الله اللکاذبین ).عبدالله غواړي چې د ټاکنو د بایلو سره سره خپله ماته کم ارزښت وښیی او له کرزي سره په ائتلاف کې خپل ناکامی جبران کړي البته دلته اسناد شته چې سر بیره پر دې کې چې عبدالله ائتلافی حکومت ردوي خو کم ترکمه د پنځو کلیدي وزارت خانو او د بلخ او پنجشیر او درې نور شمالی ولایاتو کې تل پاتې د شمال تلوالې په ګټه او ترقوماندې لاندې والیان غواړي. عبدالله او ډله يي ارګ ته د رسېدو لپاره ، له هيڅ ډول درواغ ویلو ، چل ولو ، توطیو او درغلیو څخه ډده نه کوي او د هره شیبه حاظر دی چې د هر افغان دښمنه سره یو ځای شي تر څو د افغان او افغانستان کلمه کمزوره کړي.دا په دې مانا نه ده چې موږ د عبدالله پسې تبلغ کوو موږ د دریش کالو راهیسې د نظار شورا سره پیژند ګلوی لرو.زما د لیکنې موخه له کرزي څخه ننګه او ملاتړ نه دی بلکې د عبدالله په مشرۍ د شمال د تلوالې د یوې مخ کش مشر د سیاسي کرغېړنو موخو او درغلیو څخه پرده پورته کول دی.البه د افغانستان د سیاسی شخړې د حلولو د پاره نه کرزی د حل لاره ده او عبدالله خو په هیڅ صورت کې د افغانستان د شخړو د حل لاره نه ده. زه په دې باوریم چې د لویی جرګې له لارې د بهرنیو پوځونو د وتلو د پاره مهال ویش وټاکل شي او طالبانو هم ژمنه وکړي چې د بهرنیانو د وتل د مهال ویش تر پایه پورې اور بند به ټینګوی او افغان اردو د مکلفیت په اساس بیرته ورغول شي ځکه چې هر کله چې په موجوده اردو کې امریکا تنخوا بند کړي په هم هغه ورځ اجیر اردو به ختمیږي. له بده مرغه چې کرزی داسې مشر نه دی چې بیله ائتلافی نظام بل شی هغه زده وي موجوده حکومت هم آئتلافی ده او په هغه کې د وحدت ګوند ، د دوستم جنایت کاره ډله او د نظار شوراد بد نام مشر فهیم قسیم تر منځ ویشل شوي دي خو د شمال تلواله غواړي چې د عبدالله په مشری پکې پنځه اویا فیصده برخه ولري او د بلخ ولایت والیټوب د عطا د کورنی دپاره مورٍثی شي او ټول غیر پښتني ولسواليو ولایتونه شي. او د لوي افغانستان څخه پښتنو د پاره يو چپن او یوه قره قولی خولی پاته شي او افغانستان رسمآ فارسی ژبې خراسانی آریایی هیواد علان شي. دا هغه ولس واکې نظام دی چې امریکا پرافغانان تحمیلوی. که څه هم کرزی ویلې چي په راتلونکي دوره کي به يې په فساد ککړ کسان ځای ونلري خو دا ډیر سخت دی چې افغانان د کرزی سره دا ومني چې کرزی د جنګسالارانو څخه لاس واخلی او په افغانستان کې اداری فساد به ختم کړي (اوسپنه پر اوسپنه ماتېږي)،( اوبه له سره خړې دي)ځکه چې رشید دوستم د کرزي ملاوتړله ( هغه ملا مات شي چې دوستم یی وتړي) چې خپل د ولس مشری دوهم پړاو پیل کړي. په درنښت ۱۱-۸-۲۰۰۹"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ددولت یوه پوځي چورلکه په میدان وردګو کي لویدلې", "output": "د افغانستان د دفاع وزارت وايي يوه پوځي چورلکه يې د ميدان وردگو په ولايت کې لوېدلې.لومړني راپورونه وايي په چورلکه کې سپاره لږ تر لږه څلور افغان پوځيان وژل شوي دي.دا چورلکه د افغانستان د ملي پوځ په هوايي ځواکونو پورې اړوند وه. دا نه ده معلومه چې چورلکې په سيمه کې څه کول چې پرېوته.د دفاع وزارت يوه خبرپاڼه وايي چورلکه يې له غرمې مخکې په يوولس نيمو بجو په سيد اباد ولسوالۍ کې وغورځېده.د دفاع وزارت سمدستي د چورلکې د نسکورېدو دليل د هوا خرابي ښوولى او نور جزيات يې نه دي ورکړي. خو وسله والو طالبانو ويلي چې چورلکه دوى په وسلې راغورځولې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان روان او راتلونکی جنګ(دفدالیکنه)", "output": "د افغانستان روان او راتلونکی جنګ په نړۍ کې ستر جنګونه رامنځ ته شوي د فادريانو او تاج تر منځ جګړه چې ډېره اوږده او له ستونزو ډکه وه ، نړيوال جنګونه چې دبشريت په تاريخ کې زياته انسان وژنه پکې شوې او داسې نورې په سلګونو او زرګونو جګړې د ملتونو ، قومونو او قبيلو تر منځ راغلې چې لاملونه يې بېلابېل دي خو زياتې يې د اقتدار لاسته راوړنې او عقيدوي مخالفتونو له امله شوي ، د افغانستان د تېر او نېږدې تاريخ پاڼې هم يوه په بله پسې د جنګ ، وژنې او لوټ ګواهي ورکوي ، داچې څه ډول په افغانستان کې جنګ رامنځ ته شوی څه پايله يې درلودلې او په څه ډول يو جنګ پای ته رسېدلی او بل شروع شوی دا بېل بحث دی چې په تاريخ پورې اړه لري . اوس راځو دې ته چې د افغانستان په روان او راتلونکي جنګ کې څه کيږي او څه به وشي ، له اوو کلو راهيسې موږ ګورو چې نړيوال ځواکونه او افغان وسلوال ځواکونه له طالبانو سره پدې جنګ کې ښکېل دي خو ورځ تر ورځې د جنګ تودوخه پورته کيږي او د طالبانو ليکې لا پسې پياوړې کيږي ، غرب او امريکا سره د دوم� �ه پرمختللي ټېکنالوژی دا جنګ نشي ګټلی ولې ؟ ځکه: دا جنګ د نړۍ په تاريخ کې له نورو جنګونو سره توپير لري د ام� �يکا او ملاتړو پوځونه يې که په مډرنو او پرمختلليو وسلو سمبال جنګيږي او بيا يې هم لاسته راوړنه په نشت ح سابيږي علت يې دادی چې دا وسلې او دا ټېکنالوژي د چرېکي جنګونو لپاره نده جوړه شوې ددوی ساينسپوهانو پدې اړه فکر ندی کړی چې زموږ سره به يو داسې ځواک مخامخ کيږي چې په ځان پورې به بمونه تړي او په موږ پسې ځان چاودوي ځکه چې ځانونه يې دومره د کرکې وړ نه بلل دا فکر يې ندی کړی چې دا ځواک به موږ ته ټک راکوي ماين به ښخوي مېزائېل به راتوغوي او نور به لکه د پيري ورکيږي ، ددوی ساينسپوهانو دا وسله پدې موخه جوړه کړي چې ګواکې له يو پوځ او جبهې سره مخامخ شي او هغه په جيټ الوتکو ، چورلکو ، ټانکونو او داسې نورو وسلو مجهز وي نو په يو وار ترې ګړز وباسي امريکا او ملاتړي دې يې پدې غوږونه خلاص کړي چې دا جنګ د اسمان او ځمکې توپير لري له هغه جنګونو سره چې دوی يې په اړه فکر کړی دی ، اول دا چې طالبانو دې جنګ ته اېډيالوژيکي بڼه ورکړي ، د افغانستان په کليو بانډو کې پراته وګړي نږدې ٩٩ سلنې بې سواده دي او په عقيدوي مسائلو کې په دوو خبرو سمدلاسه د سر او مال قربانی ته حاضريږي ، طا� �بان او ملګري يې په تبليغ او پروپاګنده ددوی ځوانان خپلو ليکو ته رابولي او ستاسو سره په جنګ کې يې مرګ ابدي نېکمرغي ورمعرفي کوي . دويم دا چې په چريکي جنګونو ډېر لګښت نه راځي په ځانګړي ډول دطالبانو ډوډۍ يې په خ� �کو ، ټرانسپورټېشن يې په بېګار او وسله يې په عشر زکات هغه که د کوکنارو وي يا نورو فصلونو پر دې سربېره د بهرنيو استخباراتو مرستې، هغه که په هره برخه دي ، ستاسو د ځواکونو په څېر عصري کمپونو ته اړتيا نلري نه قيمتي او پ� �وټين لرونکې ډوډۍ پسې ګرځي ، نه چاکلېټونو او جوسونو ته اړ دي له وړوکوالي په وظيفو روږدي او تر مرګه وظيفې خوري ، د پنځو زرو افغانيو ماين درته ږدي د پنځو لکو ډالرو هاموي (زغروال موټر) له منځه درنه وړي له ځاني زيان پرته او همداسې يې هر عمل ستاسو پر وړاندې کم لګښته دی. که دا جنګ په همدې ډول دوام ومومي ډېرې وحشي او خطرناکې پايلې به ولري ، که څوک پدې اند وي چې امريکا او ملاتړي به يې په افغانستان کې ماته ومني نو په غلطه دی ، دا مهال امريکا او ټول غرب ته د افغانستان جنګ ګټل د خپل پايښت حيثيت لري، که امريکا په افغانستان کې ماته وخوړه دا پدې مانا چې خپله ټوله امريکا يې له لاسه ورکړه او په همدې ډول ټول خواخوږي او ملاتړي يې، ځکه طالبان او القاعده که په افغانستان کې بريالي شي دوی بيا په همدې بسنه نکوي د سپټمبر يوولسمې پېښې په څېر او ورته نورې تروريستي پېښې به په ټوله نړۍ کې په درز سره روانې شي طالبان او القاعده به ګاونډيو هېوادونو ته د بنسټپالنې لېږدونې په تکل کې شي او په همدې ډول به د ګردې نړۍ د رانېولو په اړه پلانونه جوړ کړي ، نړيوال د طالبانو او القاعده په دا ډول نظ� �ونو ښه پوی دي او په هېڅ ډول به دا ونه مني او داسې يو جنګ به رامنځ ته شي چې په هغه کې به نه د اټومي بمونو خواري وي او نه د نورو زهرجنو وسلو چې په پايله کې به يې د نړۍ پنځوس سلنې انسانان له منځه لاړ شي او افغانان به ددې هلاکت په سر کې وي. طالبان چې څومره پښې ټينګوي همدومره به ددوی او بې ګناه افغانانو وژنې زياتيږي ، څومره چې بې دفاع افغانان وژل کيږي همدومره به د امريکا او ملاتړو په مقابل کې يې د افغانانو کرکه، مقاومت ډېريږي او په نړۍ کې به يې اعتبار ورځ تر ورځې کميږي. څومره چې جنګ اوږديږي همدومره ستونزې ډېريږي. ډېری خلک اوس په يوه خوله پدې اند دي چې جنګ هېڅکله هم په نړۍ کې د ستونزو د هواري لار نده پاتې شوي ، که دا نظر سم وبولو او ووايو چې جنګ د ازادی د ګټلو لار نده ، جنګ د ستونزو د اواري لار نده او جنګ هر وخت بدې پايلې له ځان سره لرلې دي تر ډېره په سمه يو خو بايد هېر نکړو چې نن د نړۍ پرمختللي او خپلواکه هېوادونه چې ملتونه يې د سولې، ارامی او خوښيو په شېبو کې ژوند کوي دا يې د هغه پلرو نېکونو د وينو برکت دی چې د ازادی په جنګونو کې يې توی کړي. اوله بېلګه يې دا چې هېټلر به چا خبرو ته کېنولی وی که نازيان په جنګ نه وی مات شوي ايا دوی به له خپلې دېکتاتوری او استبداده لاس اخيستی وی ؟ همدارنګه که کميونېزم په جنګ نه وی محوه شوی په خبرو او ډيالوګ به يې خپل تګلوری پرېښی وی او د مارکس او لينېن پلانونه او ارمانونه به يې هېر کړي وی ؟ د نړۍ دا پرمختګ او سهولت به موجود وی ؟ هېڅکله هم نه ، او ښه بېلګه يې دا چې طالبانو په خبرو او مذاکرو د زرګونو انسانانو قاتل محکمې ته سپارلو؟ چې نن يې سزا زموږ بې ګناه او بې دفاع افغانان ويني. جنګ د کرکې وړ دی ، سوله ژوند دی ، سوله نېکم� �غي ده خو جنګ هم هله رامنځ ته کيږي چې سړی تر پوزې راورسيږي همغه د دري متل دی چې تنګ امد به جنګ امد . ژوند چې په ټوله مانا په هر حالت کې د نېکمرغی لپاره هڅه ده جنګ هم کله کله ددې نېکمرغی لاسته راوړلو لپاره يوه هڅه بلل کيږي خو هغه جنګ چې يو شفافيت ولري ، ريښتينولي پکې وي او هدف يې مالوم وي نه داسې چې هلته په غړولو سترګو د خپل دښمن اډې ، روزنتونونه او مرستې ګورې هېڅ نه ورته وايې خو زما د کور کلي له څنګه چې پنځه طالبان تي� �يږي په ړندو بمباريو زما کور او کلی پسې تباه کوي ماشومان مې راوژني، د دروغو په استخباراتو مې ناموس بې ستره کوي ، ماشومان او تورسری مې په سپيو داړي، دا د سولې او نېکمرغۍ لپاره هڅه نه بلکې په لوی لاس نړۍ د تباهۍ � �ورې ته بيايي . راځو دې ته چې ددغه ناورين او تباهۍ نه دې خلاصون لاره څه ده ؟ د خبرو له لارې ، جرګې ، م� �اکرې او پروسې خو موږ وليدې چې پايلې يې د امبلوکو په تول هم نه ارزيږې که نړيوال ريښتيا دې جنګ ته د پای موندلو په لټه کې وي په سر کې دې د طالبانو هغه مالي سرچينې وتړي چې دوی ترې له هره پلوه سپوټ کيږي ، همدا� �نګه د کوکنارو کرکېله چې د راپوټونو له مخې تېر کال يې طالبانو ته نېږدې سل مېليونه ډالره ګټه رسيدلي وه ، پدې دې نړېوال او دولت کړی ټينګه کړي او بزګرانو ته دې پوره بديل پيدا کړي . د افغانستان اوسنی دولت د اداري فساد په رنځ داسې ککړ دی چې يو افغان وګړۍ هم خواخوږي ورسره نه لري، که چېرې ددغه درملنه ونشي د سولې خوب تعبير غلط دی ، ددې فساد محوه کولو لپاره په دولت کې يوې پرېکنده مشريزې ته اړتيا ده له ولسمشره نيولي ټوله کابينه کې بايد داسې کسان وي چې د هر عمل په وړاندې سمدلاسه عکس العمل وښيي ، د رشوت اخيستونکي او ورکوونکي ته داسې سزا وټاکل شي چې علني پرې عملي شي ، خو دا هغه مهال شوني ده چې دغه حکومت له بنسټه بيا ورغول شي ځکه چې د بن په پرېکړه جوړ شوی حکومت تراوسه حاکم دی دا بدلون ندی چې څو تنه يې له وزارتونو لېرې کړل او ددوی کاپی يې بېرته پرې کېنولې . نړيوال دې پدې پوی وي چې طالبانو په پښتني سيمو کې څنګه امنيت راوستی ؤ او بشپړ حاکميت يې پرې درلود ، سره د دومره ظلم او وحشت بيا هم پښتنو ددوی حکومت منلی ؤ او هېڅ ډول پاڅون ته يې زړه نه ښه کولو، علت يې دا ؤ چې طالبان ټول پښتانه ؤ او حکومت بشپړ ددوی ؤ چې پښتنو دا حکومت خپل بللو او ټولې ناخوالې يې زغملې خو د خپل پښتون په وړاندې يې پاڅون نه کولو ، خو اوس چې همغه ستميان بيا په واک کې دي او يوازې څو سمبوليک پښتانه يې ملګرتيا کوي د پښتون ستر ټبر ته د منلو ندي ، تر څو چې نړيوال دغه ټکي ته ځير نشي او ويي نه مني ترهغې به دا جنګ روان وي که نن طالبان او حزب اسلامي ډلې دي او د پښتون ټبر په مټ جنګيږي او نړيوال دا چې له هرې لارې وي وټکوي او له منځه يې يوسي سبا به په بل نوم راولاړيږي او جنګيږي به ، او دغه اقليتونه چې نن د پرديو په مټ په اقتدار کې دي د پښتنو په وړاندې هېڅکله د ولاړېدو او شورش ځواک او توان نلري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پنجشیر ته د ملي المپیک د کميتې د ریس سفر", "output": "نتکۍ ایډیټ: جلالزی د افغانستان د المپیک د ملې کمیټې ریس محمد ظاهر اخبر تیره ورځ په یوه رسمي سفر د پنجشیر ولایت ته ورسید او دغلته یې د ورزشي پرمختګونو جاج واخیست. نوموړي پنجشیر ولایت د هیواد په کچه د ورزشکارانو د قرنطین لپاره یو مناسب ځای په ګوتو کړ او د دغه ولایت ورزش پاله خلک یې وستایل. په هغه مراسمو کې چې پنجشیر ته د ښاغلي اخبر د ورتګ په موخه جوړ کړای شوي وو په دغه ولایت کې د امریکې د ولایتي بیارغاوني د ډلي مشر هم ګډون درلود. نوموړي په پنجشیر کې د ورزشکارانو سره د زیاتو مرسته ژمنه وکړه او هغوي یې وهڅول چې له دغې لاري د سولې پیغام ونه خپلو نورو هیوادوالو ته ورسوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ٤ تنو مړي په فارياب کې موندل شوي .", "output": "په فارياب کې د ٤ تنو مړي پرداسې مهال پيداشوي چې پوليس او امنيتي چارواکي يې په پيږندلو کې پاتې راغلي دي . د پوليسو د وينا له مخې ممکن دا هغه کسان وي چې پنځه مياشتې وړاندې د فارياب د خواجه سبزپوش له ولسوالى څخه ورک شوي وو . دغه مړي د سيند له اوبو څخه څو ورځې وړاندې را ايستل شوي دي .عام وګړي بيا شکايت کوي چې وسله وال قوماندانان په دغه ولايت کې ددوي د ځورونو لامل ګرزي او تر ډيره بريده په دا ډول کارونو لاس پورې کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې ځانمرگی برید شوی.", "output": "دخوست گردیز په لاره دخوست ولایت داسماعیل خیلو ولسوالۍ دمندوزیو په سیمه کې کې نن دوو ځان وژونکو پر امریکایي کاروان ځانمرگی برید کړی. داسم اعیل خیلو ولسوال ولي جان په خوست کې دبینوا ویبپاڼې همکار ته ویلي چې برید دوو ځانمرگو وکړ چې په ترڅ کې پخپله ځانمرگي وژل شوي او امریکایي ځواکونو ته مرگ ژوبله ند ه پیښه شوې. خو عیني شاهدانو په سیمه کې بینوا ویبپاڼې ته ویلي چې دوه تنه امریکایي سرتیري یې ټپیان لیدلي دوی وایي دامریکایانو موټر یې ویجاړ هم لید� �ی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څارنوال صاحب په دې هم بايد اقدام وكړاى شي", "output": "اخربه داسي څوك پيدا شي چي دخپلوهيوادوالو غم وخوري.. په شمار يو څوكسان دي چي هغوي په دي هڅه كي دي چي څرنګه يو خپلواك افغانستان جوړ او ودان كړي.....په دغه يوڅوكسانو كي ښاغلي ګل اغاشيرزي دي چي په ټول هيواد كي يي نوم ګټلي دي او خصوصا د شرقي و� �ايتونو كي او په خاصه توګه په ننګرهار كي.خبره نه اوږده ووم اصلي مطلب ته به راشم ښاغلي څارنوال صاحب ښاغ� �ي شيرزي پسي څه ويلي دي زما په نظر دايو لوي جنايت دي د شيرزي سره،هر كس بايد رښتيا اوبيا حقيقت ووايي كه زه حقيقت ووايم نو اول دي څارنوال صاحب هغه كس محاكه كړي كوم چي دي يي په شمالي ولايت كي وډبولو او څرمن يې ترې جوړه كړه ۲. هغه خيانت ګر دي محاكمه كړي كوم چي ننګرهار لوټ او لكه د شمشتو يا جلوزي كمپ تري جوړكړي وو. ۳. كه څارنوال صاحب په رښتياڅارنوال وي نو دوستم دي محاكمه كړي او عدالت ته دي راوغواړي او پښتني دي تري اوكړي. ۴. څارنوال صاحب دي مهرباني اوكړي ضيامسعود او قانوني دي څارنوالي ته راكش كړي چي د دبي هوايي ډګر كي يي پيسي تښتولې. ۵، څارنوال صاحب دي لطف اوكړي هغه خيټور او داړه ماران دي محاكمه كړي كوم چي په لويه څارنوالي كي دپيسو لپاره ناست دي. ۶ . څارنوال صاحب دي دهغه بي وزلو وګړو دځمكو پوښتنه وكړي چي په شيرپور كي جنګسالارانوپري خيټه اچولي ده. ۷. څارنوال صاحب مهرباني اوكړي د كابل دټولو دكانونو څخه شراب راټول كړه هسي خبري خو عام وګړي هم كولاي شي څارنوال صاحب دي دا ونه وايي چي دا شراب به په كوم دكان كي وي زه درته قسم خورم چي په كابل كي كوم لوكس دكان ويني په هغي كي موجود دي. ۸. څارنوال صاحب شكل نه خوداسي ښكاري چي پرون له جهاد څخه راغلي يي خو مهرباني اوكړي دغه دكفر سريالونه بند كړه چي بوتانو ته پكي عبادت كيږي او زمونږ په ټولنه بده اغيزه كوي يوه لنډه كيسه په قسم چي په كولوله پشته كي مي په يوجماعت كي دجمعي لمونځ كولو او مولي صاحب داسي وويل (چي په لاره راروان ووم په ډيران كي كسافاتو ته اور اچول � �وي وو او تقريبا يو څوماشومان تري راټول شوي وول نو ما ورته وويل چي دا څه كوي ماته يي وويل چي مونږ په سريا� �ونو كي ګورو په اور كي خلك سوزول كيږي نو مونږ همغشان كوو) نو څارنوال صاحب له دغي سريالونو مخنيوي اوكړه. ۹. څارنوال صاحب تاسي خو د عدالت دروازه ياست خپل بازارونه كنټرول كړه چي ديوي بوري اوړه له ۸۰۰ څخه ۲۰۰۰ ته اوښتل. ۱۰. څارنوال صاحب له وزارتونو څخه رشوت لري كړه چي په ۷۰۰ ډالرو يو كس كولاي شي بي له ازمويني طب ته بريالي شي. نو څارنوال صاحب چي خفه نشي دا ټول هغه څه دي چي بايد اقدام پري وشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انورالحق احدي: د وکیلانو رایې د هغوي د ژمنو خلاف وختې", "output": "میرویس جلالزی د افغان ملت ګوند غړي او د مالیې پخواني وزیر انوارالحق احدي وایې ډیرو وکیلانو له ده سره د باور د رایو په برابرولو کې ژمنه کړي وه خو ده تصور نه کاوه چې د باور پوره رایې به نه تر لاسه کوي. انوارالحق احدي د هغو ۱۷ وزیرانو په ډله کې وو چې د تیرې پنجشنبې په ورځ و نه توانید چې د باور کافي رایې تر لاسه کړي. احدي ویلي چې دی په وکیلانو ډاډه وو دا ځکه چې تر ۱۷۰ پوري وکیلانو ده ته ویلي وو چې د باور رایې به ورکوي خو هغه څه چې له راي شمیرلو وروسته معلوم شول د ده د تمې خلاف وو. انور الحق احدي د ۱۷۰ رایو د نیمایې برخې په تر لاسه کولو هم و نه توانید."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دیرش دقیقې نڅا نوي لکه روپۍ", "output": "دبمبئي په یوه پنځه ستوریز هوټل کې به دنوي کال دجشن په ویاړ داسیا ترټولو زړه � �اښکوونکې ښځمنه اودبالي ووډ تکړه ستورې بپا شا باسو یواځې دیرش دقیقې نڅا کوي .ددغې دیرش دقیقې نڅا لپاره به دې ته نوي لکه روپۍ ورکول کیږي یانې دهرې دقیقې په سر به دیرش لکه روپۍ تر ګوتو کړي که څه هم چې تیر کال ملکه شیروات په همدغه هوټل کې په دې مناسبت نڅا کړې وه مګر ددیرشو دقیقو لپاره ورته پنځوس لکه روپۍ ورکړل شوي وي .باید ووایو چې دادواړه ښځمنې دښه بخت لرونکې دي ځکه که ددوی فلمونه کامیاب شي اوکه نه نود دوی نڅا هم په خلکو کې ځای لري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل لیکوال:سید جان زیارکښ په هر مجلس کې ستایل کیږي چې زړور دی غازي هم سر ټمبه دی هم سر زوره دلاور دی غازي میرمن یې څیړي پایڅې ګرځي خی� �اتونه غواړي ټوپک په غاړه قهرمان دی بریتور دی غازي دخپل پردي پروا یې نه شته سر یې پرې وغواړه خیرن، چټل، سپږو کې پټ دی څڼیور دی غازي چرس او تریاک وږي په عامه او په فخر سره د هیڅ چا نه مني پوهاند دی او ډاکټر دی غازي (زیارکښه) خدای د نور په دغه ولس رحم وکړي هر څو ناپوه هر څو جاهل د دوي رهبر دی غازي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دفیصدۍ پر اساس محاسبه کول – اکسیل (اتم مطلب )", "output": "تاسو غواړئ چي یو موټر ځان ته واخلئ. ورکړل سوی قیمت یې پنځویشت زره (۲۵۰۰۰) ډالره او مالیه ئې چي باید ورباندي اضافه سي ، ۸ فیصده ده او پر هغه سربېره هم تاسو لس فیصده چنې وهئ. اوس تاسو دموټر اخیري قیمت محاسبه کړئ ؟ ۱:- د B1 حجره انتخاب او پکښي دموټر قیمت چي( ۲۵۰۰۰) ډالره کېږي ، ټایپ کړئ . ۲:- د B2 حجره انتخاب او پکښي د مالیې فیصدي چي (۸٪) ده ، داخل کړئ . ۳:- د B3 حجره انتخاب او د چنې وروسته کوم تخفیف چي په نظر کي نیول سوی وو، هغه ټایپ کړئ . (تخفیف دلته ۱۰٪ دی ). ۴:- د B5 حجره انتخاب او دغه فورموله ( = B1*(1+B2)*(1-B3) ) پکښي ټایپ کړئ . یادونه : څرنګه چي تاسو په پورته انځور کي وینئ ، دافرق نه کوي چي د ضرب داستفادې لپاره دي کوم خاص نظم په نظر كي ونیول سي بلکي تاسو کولای سئ، چي هر یو یې مخکي او یا شا ته وکاروئ . برېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com یوسفزی - ه� �ات"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهرات په لرغونو ځایونو پسي چا کلنګ راخستئ؟", "output": "ډېرو قدرمنو لوستونکو څوورځي مخکي م ي یو مطلب دامیر شیرعلی خان په هکله لیکلی ؤ، په هغه مطلب کي مي دهغه دمقبرې دورانولو او دهغه داملونو په هکله رڼا اچولې وه. خوراځی دابله پېښه هم چي لږوخت درمخه پېښه شوې ده خبر مو کړم.زموږ د هېواد دښمنان تل په دې هڅه کي دي چي زموږ تاریخ یا د منځه یوسي او یایې هم خپل کړي، چي ښه مثال موږ او تاسو په خپل سترګو او غوږونو وینو او اورو . د یوه هېواد ټوله میډیا زموږ دهېواد نامتو استاد جمال الدین خپل د هېواد وګړی بولي او په دې هکله یې کتابونه هم لیکي دي، او همداډول ددې ټبر نور نومیالي خپل دهېواد په نامه ګڼي، دادی چي له یوې بلي پیښې څخه مو خبر ترلاس کړ، چي داستاد کمال الدین بهزاد مقبره یې ټوټې ټوټې کړې ده.هر څه د لمر غوندي روښانه دي چي داکا� �ولي ترسره سوی دی، په دې هکله یوازنی فکر چي کیږي هغه بیا هم دبحرني هېوادونو ویاندویې کوي، دکمال الدین بهزاد دقبر ټوټې او دهغه دنوم ډبره (هغه ډبره چي دښاغلي نوم لیکی ؤ) له ځان سره وړي دي، پسله څو کلنو به ووینو چي د ګاونډی هېواد مطبوعات به ښاغلی کمال الدین بهزاد زموږ دهېواد نامتو انځور ګر اوخطاط به هم خپل وګڼي، ځکه چي دتاریخ ډبره به ددوی سره وي داچي ښاغلی بهزادڅوک ؤ؟ ستاسو پام ودې لاندي مطلب ته راګرځوم. استاد کمال الدین بهزاد دانومیالی رسام او انځور ګر استاد کمال الدین بهزاد ۸۵۴ هـ ق کال په هرات ښار کي زېږیدلی دی دده مور او پلار په کوچنیوالي کي مړه سوې ، خو دی داستاد میرک چي دخپل وخت لوی انځور ګر ؤ، په کور کي روزل سوی دی، بهزاد خپل زده کړې له همدې استاد میرک او بیا له پیراحمد تبریزي څخه تر لاسه کړې کله چي دانځورګرۍ په هنر کي مشهور سو، دسلطان حسین بایقراء دربار ته یې لاره پيدا کړه، په هغه وخت کي وداسي مقام ته ورسید ، چي ساری یې نه لیدل کېده، ښاغلی بیا دنورو استاذانو په همکارۍ یوه اکاډیمۍ دښکلو هنرونو جوړه کړه، چي له دې سره دانځورګرۍ ، نقا شي اومیناتورۍ او خطاطۍ هنر ډېره وده او پرمختګ وکړ.داستاد کمال الدین بهزاد دهنر ډېرې نمونې همدااوس هم دنړۍ دبېلابېلو هېوادونو په موزیمونو کي سته، چي نړیوال مقام او هنري ارزښت لري. په کال ۹۴۲ هـ ق کال په هرات کي دډېرې سختي ناروغۍ له امله په حق ورسید او د کوه مختیار په لم نه کي خاورو ته وسپارل سو.دیادوني وړ ده ،چي دهرات ښار مرکزي سېمه د ښاغلي کمال الدین بهزاد په نامه له ډېره پخوا څخه نومول سوې ده، او هم دا ډول یوه لېسه چي دهرات په مرکز کي ده، هم دبهزاد په نامه ده... هرات – افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مامور پنجي ته څنګه رایې ورکړو؟ (دحیران لیکنه )", "output": "د کندوز ولایت، د قلعه ذال د و� �سوالۍ په هغې ودانۍ کې چې کومه پخوانۍ فابریکه معلومېږي او د افغانستان د ټولو جګړو نښې یې په دېوالونو او کړکیو څ� �ګندې دي، د تذکرو ورکولو په دفتر کې دروازې سره په یوه لرګینه تخته مونږ درې تنه ناست یو. مخامخ دېوال ته یوه د اوسپنې المارۍ ولاړه ده چې د دفتر یو کارکوونکی پکې د تذکرو او ځمکو تاریخچې لټوي. بېچاره په لیک لوست هم ښه نه پوهېږي او یخنۍ هم راخستی نو هر څه ترې خطا دي. المارۍ سره څنګ کې ښي لور ته یو مېز پروت دی چې شاته یې یو د ډاروونکې څېرې د ښه پاخه عمر سړی ناست دی ژر ژر څه لیکي. مونږ یې پر مخ هغه ټولې کرښې وینو چې ډار، ترهه، وحشت، غوسه، او ک� �که پکې ځغلي راځغلي. د مېز مخې ته یو هلک په لاس کې څه کاغذونه نیولي او غلی ناست دی. له ډېر انتظار وروسته مخامخ سړي یو دم سر پورته کړ او د هلک نه یې په کریغه پوښتنه وکړه: “وایه کنه څه غواړې، داسې چوپ ناست یې لکه غولو ته!” ما سره څنګ کې ناست زمونږ د کلي ارباب او په المارۍ کې کاغذونه لټوونکي تن په ډق ډق وخندل. هلک په رپېدونکو � �اسونو خپل کاغذونه ورمخکې کړل او غلي غوندې یې وویل: “تذکره.”سړي په ټولو کاغذونو لکه د وږي کارغه تېز تېز نظر واچاوه، او بیا یې یوه کریغه وویسته: “د پلار تذکره دې راوړې؟ هلک څادر پر ځان ښه راکلک کړ، په رپېدونکو � �اسونو یې د کاغذونو نه یوه پاڼه راوویسته او وروړاندې یې کړه: “دا ده صېب.” سړي تذکرې ته هیڅ ونه کاته، بله ک� �یغه یې وویسته: “د ارباب صېب ټاپه کوم ده؟“ارباب صېب پېسې غواړي صېب!”سړي د هغه کاغذونه ټول په مخ ورووی� �تل او کریغه یې کړه: “ځه ولاړ شه د ارباب صېب ټاپه راوړه.” هلک ولاړ نه شو، لکه څه چې یې ویل غوښتل، خو سړی ورپسې دا ځل راپاڅېد، هلک ته یې دیکه ورکړه او ورسره یې دا ځل یوه بله بېخي ناروا کریغه وویسته: “ووځه کنه د خره ځویه....” دا ځل کریغه دومره تېره او لړزوونکې وه چې د المارۍ ته ولاړ تن نه څه کتابچې او کتابونه لاندې راوغورځېدل. په ما یې هم ډېر بد اغېز وکړ. لاسونه مې په رېږدېدو شول، په بدن مې ویښته ودرېدل او د دفتر نه بېرون ووتم. هلک هم په دغه ساعت په ژړا بېرون ووت. په تلو تلو کې یې قسم وخوړ چې طالب به جوړېږي. ما پسې زما دواړه ملګري هم راووتل. ما ورته وویل: � ��دا څه دي؟ ارباب صېب، لکه بېخي هیڅ چې نه وي لیدلي، بېرته له ما نه پوښتنه وکړه: “ولې راووتلې؟ څه خبره ده؟ م� �یض خو به نه یې؟ما ورته وویل: “ارباب صېب، تذکرې همدا سړی ورکوي؟ هغه وویل: “هو.”“نو دا خو ډېر بداخلاقه ندی؟ ارباب صېب ځواب راکړ: “نو مامور دی، د دولت سړی دی، دغسې خو وي. او هغه هلک سره ځکه دومره تېز شو چې د خپل ک� �ي د ارباب نه یې ټاپه نه وه راوړې. ټاپه په پېسو لګي هسې خو نه لګي کنه.” دې وروستۍ خبرې سره یې سترګه هم ووهله ځکه چې زما په کاغذونو ده خپله ټاپه وهلې وه. ما ورته وویل: “د ده نوم څه دی؟ هغه ځواب راکړ: “مامور پنجي.”ما په زړه زړه کې د تذکرې نه اخیستلو پرېکړه کړې وه، خو ارباب صېب ډېره ډاډګیرنه راکړه او بالاخر بېرته دفتر ته ننوتلو. هلته مو سره د دې چې پېسې هم ورکړې، بیا هم د دغې ټولې بداخلاقۍ سره مخ شو. په پای کې اړ شوم چې ځان د ژورنا� �ست او لیکوال په توګه معرفي کړم، د ولسوال د مرستیال سره خبره وکړم، او د مامور پنجي د بداخلاقۍ نه د ځان خ� �اصولو ترڅنګ تذکره هم ترلاسه کړم. ••• په کابل ښار کې د پولیسو یو ماموریت دی. د پراخې او اوږدې خونې په یو سر کې د پولیسو د جنايي پېښو قوماندان ناست دی او بل سر کې تخته باندې یوې خوا ته یو ځوان هلک او بلې خوا ته نور شپږ کسان ناست دي. یواځې ناست هلک او ورته مخامخ شپږو کسانو کې یو ځوان په څه خبره جنګ کړی دی او اوس پو� �یسو راوستي دي. قوماندان صېب لومړی د شپږو کسانو څخه د هغه ځلمي نه پوښتنه وکړه چې جنګ یې کړی دی. شپږ واړه څوک بااثره خلک معلومېدل. ځوان کرار کرار خپله کیسه تېره کړه او خپل مظلومیت یې ښکاره کړ. قوماندان صېب ورته غوږ نیولی و. چې هغه خپله کیسه پای ته ورسوله نو قوماندان صېب یواځې ناست ځوان ته مخ واړاوه او کریغه یې کړه: “ولې دې جنګ کړی دې خلکو سره؟هغه خپل مخالف ځوان ته په اشاره سره وویل: “قوماندان صېب، دوی زه وهلی یم، دوی ما ته کور په کرایه راکړی و، اوس مې بې وخته ترې وباسي، د ده تره بدمعاش دی، خلک یې...”یو ګړز وشو. قوماندان صېب په هلک د خپل بوټ ګوزار وکړ، ورسره یې په ښکنځلو لاس پورې کړ: “د سپي ځویه، هغه خو صاحب منصب دی، ته ورته بدمعاش وایې...” � �وماندان صېب داسې په زړه ورتیا د هغه صاحب منصب یا بدمعاش ملګرتیا او دفاع کوله لکه ښه له نږدې چې یې پېژني. بیا یې امر وکړ چې هغه یواځې ناست هلک ونیسي، ځکه نه یواځې دا چې جنګ یې کړی بلکې یو پخواني صاحب منصب ته یې بدمعاش هم وویل. دروازه کې ولاړ پولیس پرې ورغوټه شول. هلک په ژړا شو او پر ځان یې لعنت ویل پېل کړل چې ولې دې وطن ته راغلی دی. ••• د مخابراتو په وزارت کې دننه د افغان ټیلي کام دفتر دی. خلکو ته په ۵۰۰۰ افغانۍ داخله او ۲۰۰۰ د میاشتې د انټرنېټ اسانتیا ورکوي. ما د جون د میاشتې په لسمه نېټه یو ایس بي (USB) او کارتونه واخیستل او په خپل کار بوخت شوم. د اصولو له مخې زما انټرنېټ باید د جولای تر لسمې نېټې کار کړی وای، خو چې په اوله نېټه مې سهار وکوت نو بند شوی و. په زړه کې مې وویل ښایي کومه تخنیکي ستونځه لري. دفتر ته ورغلم او پوښتنه مې وکړه. هلته ناست مامور صېب راته وویل تخنیکي ستونځه نشته، همداسې ده چې په هره نېټه یې واخلې، په اوله نېټه به بندېږي. یو ځوان هلته ناست و د حکومت غل دی، حکومت غل دی تکرار یې کاوه. راته وې ویل چې په څلیرویشتمه نېټه یې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړې وې او ایله شپږ ورځې یې انټرنېټ کارولی و چې په اوله نېټه بند شو. د مامور صېب نه مې پوښتنه وکړه چې کوم وخت تاسې په اول سر کې خلکو نه د داخلې پېسې اخلئ نو هغه وخت یې په دې خبره ولې نه پوهوئ؟ هغه د خپل ځای نه پاڅېد او په دروازه ووت. اوس تاسې نور شمار په خپله وکړئ چې که د افغانستان په ټولو شاوخوا۴۰۰ ولسوالیو کې یو یو مامور پنجی هم وي او د هغه د دغه ډول چلند له امله په میاشت کې یو تن هم د دولت مخالف کېږي نو په کال کې ۴۸۰۰ تنه شول. په تېرو اتو کلونو کې دغه شمېره ۳۸۴۰۰ تنو ته رسېږي. دغسې چې په ټول افغانستان کې د پولیسو څومره ماموریتونه او د افغان ټیلي کام په څېر د عامه خدمت دفترونه یو یو مامور پنجی هم ولري نو هره میاشت په زرګونو خلک د دې هېواد د ژوند او راتلونکي، او د دې د حکومت څخه بېزاره کېږي او ټولې هیلې یې په سیند لاهو کېږي. نو یا به د دولت مخالف کېږي، یا به د وطن نه پښې سپکوي، او که نور هیڅ نشي کولی په ټولټاکنو کې خو به برخه بېخي نه اخلي. د پاسه پرې د ډېر تاسف خبره دا ده چې کوم خ� �ک په تېرو اتو کلونو کې د دې مامور پنجیانو په پنجو کې پراته وو هغوی نن بیا په خورا بې شرمۍ خلکو ته د خپل خدمت کیسې کوي او د بیا حکومت کولو لپاره په راتلونکیو ټولټاکنو کې رایې غواړي. دغه رهبران دې په خپلو ګرېوانونو کې سرونه ښکته کړي او لږ سوچ دې وکړي چې مامور پنجیانو ته رایې څنګه ورکړو؟ که دوی په تېرو اتو کلونو کې دا وطن د م امور پنجیانو له پنجو خلاص نه کړای شو، نو په راتلونکیو څلورو یا پنځو کلونو کې به يې په کوم ځواک او دلیل ترې خ� �اص کړي؟ او ایا کوم یو دا ژمنه کړې هم ده چې وطن به له مامور پنجیانو خلاصوي؟ دا خبره یاد وساتئ چې که افغانستان مو د مامور پنجیانو له پنجو خلاص نه کړ، نو هغوی مو د افغانستان نه خلاصوي!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "(۱۸)ګام په ګام له رمضان سره(دګل اغا احمدي لیکنه)", "output": "پیغمبر (ص) په رمضان کې د خدای نازولي پیغمبر حضرت محمد (ص) ټول ژوند د مسلمانانو لپاره د درسونو او عبرتونو ډک دی او د مومنانو � �پاره د قدوه حسنه مثال لري. نو د رمضان په میاشت کې بیا هم دغه قدوه حسنه او نیکه نمونه په ښکاره توګه تمثیل کیږي چې مسلمانان ورپسې اقتدا وکړي.پیغمبر (ص) مدینې منورې ته له خپل هجرت څخه وروسته هغه مهال د عاشورا د ورځې د روژې نیولو حکم وکړ چې د رمضان د میاشتې روژه لا فرض شوې نه وه. خبره داسې وه چې کله پیغمبر (ص) ولیدل چې په مدینه منوره کې هستوګن یهودان د عاشورا په ورځ روژه نیسي نو رسول الله ص ترې و پوښتل (چې دا کومه ورځ ده چې تاسو روژه پرې نیستی؟)هغوی وویل: دا خو یوه ډیره عظیمه ورځ ده چې موسی (ع) او قوم ته یې خدای پاک په دې ورځ نجات ورکړی، فرعون او د هغه قوم یې په همدې ورځ باندې غرق کړی، نو موسی (ع) به خدای ته د شکر او مننې په عنوان باندې دغه ورځ روژه نیو� �ه او موږ هم دغه ورځ روژه نیسو. نو پیغبر (ص) و فرمایل: ( نو موږ خو باید په دې ښه کار کې له تاسو وړاندې وو چې د موسی (ع) د دې غوره عمل پیروي وکړو) نو رسول الله (ص) روژه و نیوله او نورو مسلمانانو ته یې هم د روژې نیولو حکم وکړ. رواه البخاريروایتونه وایي مخکې له دې چې په مسلمانانو باندې د رمضان د میاشتې روژه فرض شي نو د دې ورځې روژه نیول پرې واجب وو خو کله چې د رمضان د میاشتې روژه فرض شوه نو مسلمانانو ته د عاشورا د ورځې روژه نیول سنت و ګرزول شوه.پیغمبر (ص) به په رمضان کې د عبادت کولو ځانګړې پاملرنه کوله او عبادت یې تر دې اندازې پورې زیات کاوه چې دوې روژې به یې هم سر په سر او پرته له افطار څخه نیولې او کله به چې اصحابو د پیغمبر (ص) د دې عمل د اقتدا هڅه وکړه چې ګواکی دوی هم دوې روژې سر په سر او له افطار کولو پرته ونیسي نو هغوی به یې لدې کار څخه منع کول او ورته ویل به یې: ( زه په روژه کې ستاسو په څیر نه وم، بلکي زما پروردګار ماته اوبه او طعام راکوي) رواه البخاريپیغمبر (ص) به په رمضان کې د قرآن کریم تلاوت زیات کاوه او مسلمانانو ته به یې داسې لارښوونه کوله: ( په افطار یا روژه ماتي کې بیړه وکړی خو په پشلمي کې بیا وروسته والی ښه دی) هغه به د ماښام د لمانځه د مخه روژه ماتی او بیا به یې لمونځ ادا کړ خو پشلمی به یې داسې مهال کاوه چې د پشلمی او سهار د لمانځه تر منځ به ډیر کم وخت پاتې کیده. رواه البخا� �يپيغمبر (ص) د رمضان په میاشت کې مختلف سفرونه کړي دي د بدر غزا، د مکې مکرمې فتح او داسې نور مهم واقعات او سفرونه د رمضان په میاشت کې پیښ شوي دي. همدارنګه پیغمبر (ص) به په خپل هغه سفر کې روژه نیوله چې ډیر به سخت نه وو خو کله کله به یې د سختۍ پر مهال روژه په سفر کې روژه ماتوله.ابي دردا (رض) روایت کوي چې یوه ورځ په سفر کې وو، سخته ګرمي وه او زموږ په منځکې یوازې پيغمبر (ص) او یو بل صحابي چې عبدالله نومیده روژه وو نورو ټولو ماته کړې وه) رواه مسلمهمدارنګه په یو بل روایت کې ابن عباس (رض) فرمایي ( پیغمبر (ص) به په کور او سفر کې د خپل ژوند تر پایه د میاشتې د سپينو ورځو روژه همیشه نیولې ده) رواه النساييسپینې ورځې د هرې هجري قمري میاشتې ۱۳ ، ۱۴ او ۱۵ ورځې دي هغه مهال چې سپوږمی پوره کیږي او د شپې خپله رڼا د ځمکې په توره پرده باندې هواروي.همدارنګه پيغمبر (ص) به د رمضان په میاشت کې د خیرات، صدقې او نورو نیکو کارونو په هکله تل له نورو وړاندې او په ټولو خلکو باندې مشفق او مهربانه وو.الله پاک دې موږ ته توفیق راکړي چې په خپلو نیکو عملونو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د اعمالو، اقوالو او تقریراتو پیروي وکړو. د رمضان د میاشتې د دې ځانګړې سلسلې بله برخه هم شته ده له موږ سره اوسی........"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "خاطره پـــــــــه مـــزل يو وهــــو لاره زه او ي� �ــــــار ځو د مينــــې تر ديــــاره زه او يـــــار په رڼامو سپينه ميــنه رســــواکيـــ� �ــږي د تيــــارو يو هــــواداره زه او يــــــار د يو بــل د وصــــالونو تنــــــده غــ� �ـــري اخلو خوند له انتــــظاره زه او يـــــار چې يوبل ته پکښې خپله ميــنه ښايـــو � �رو زړونو کې هيـــنداره زه او يـــار ټوله شپه په ستوروفال د مينې نيسو دا چې ويښ يو تر سهاره زه او يـــار د نفرت په چم کې ګرانه ګذاره شــــوه ځکـــه درمو له دې ښـــاره زه او يــار خاطره د خپلې مينې خپلو زړوکــــــې وړو د مينـــــــــې تر دياره زه او يـــار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمخالفينو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده", "output": "دغزني او ميدان وردګو پرلار دپوليسو او م خالفو وسله والو ترمنځ په يو وسله وال اخ ډب كې دري تنه پوليس ووژل شول.زمونږ دسيمه ايز خبريال په خبر دغه نښته تيره شپه دغزني دمركز او ميدان وردكو پرلاره پرته د(قلا عزيز) په نامه سيمه كې رامنځ ته شوې ده.عيني شاهدانو په خپلو سترګو د دريو تنو وژل شويو پوليسو مړي ليدلي دي.په دغه وسله وال اخ ډب كې شاخوا شپږ تنه نور پوليسان ژوبل شوي هم دي.خو دورك دامنيه قومندان(محبوب الله اميري) دجګړي پخلى وكړ خو،پوليسو ته يي دمرك ژوبلې د اوښتو خبره رد كړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لاسوندونه : هغه څه ولولئ چي تر اوسه مو نه وي لوستي", "output": "بېنوا اڼترنیټ پاڼه دافغانستان دروان کړکیچ دهغو سترو جنایتکارانو ددسیسواو ناوړو افکارو څخه پرده پورته کوي چي روسانو دست� �وتېریو په پایله کي ئې زموږ وطن تر ننه په لمبو کي سوځي دغه تاریخي شواهدود یونوي باب په حیث دهغوی د څې� �و د بربنډولو لپاره مهم او داعتبار وړ لاسوندونه دي چي تاسي ته ئې د یو تاریخي رسالت او مسولیت له مخي په پښتو، انګلیسي او خپل اصلي رووسي بڼه وړاندي کیږي .دغه لاسوندونه دپښتو ژبي د نامتو ژباړن او � �یکوال ښاغلي رحمت اریا په زیار راټول شوي او په روانه پښتوژباړل شوي دچاپ او خپراوي ټوله حقوق ئي دبېنوا انټرنیټ پاڼي او ژباړن سره په ټوليزه توګه خوندي دي نن دهمدې لاسوندونو په لړ کي یو ډیر مهم معلومات تاسو ته په پښتو وړاندي کوو چي د ۱۹۸۰ -۸۲ زو کلونو په اوږدو کې په سویل لوېدیزه آسیاکې د کې جې بي فعاله اقدامات په ګوته کوي چي په مټ ئې هغه ټول پټ او تر پردې شاته رازونه افشا کیږي چي زموږ دوطن دنني پرخ� �یک مسؤلیت ورسره تړل کیږي ددې لاسوندي دلوستولو لپاره دلته کلیک وکړئسکالو : دغه لاسوندی دغه سکالو رانغاړي : افغانستان، پوځي ځواکونه، افغانستان: په افغانستان کې سیاسي چاپیریال، په افغانستان کې ټولنیزې ستونزې، هغه ته د شوروي مرسته، امریکایي ضد، دولتي ضد گامونه، د شوروي – عرب اړیکې، پټ عملیات، سایروس وینس، ټبرنۍ تگلاره، گ� �بدین حکمتیار، پانگوالي، هندوستان، څارکښیزه عملیات، منځنی ختیز، د غیر اتومي نړۍ تړون، شوروي لښکرې، د ام� �یکا لاسوهنې، د شوروي بهرنۍ تگلاره، د شوروي موخې، د شوروي څارکښیزه کړنې، په افغانستان کې د شوروي لاسوهنه، � �نډورې، د شوروي امریکا اړیکې، پرافغانستان د شوروي یرغل، په افغانستان کې د شوروي پرمختگ، شوروي اتحاد، د شو� �وي بهرنی سیاست، له افغانستان سره د شوروي اړیکې، له هندوستان سره د شوروي اتحاد اړیکې، شوروي اتحاد، له شو� �وي اتحاد سره د امریکا اړیکې، شوروي اتحاد، د امریکاپه وړاندې ستراتیژۍ، یوري اندروپوف"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مخدره توکو پر ضد وزارت د زیاتو مرستو غوښتنه کوي", "output": "د مخدره توکو پر ضد وزارت له نړیوالی ټولنی څخه غوښتي چې د مخدره داروگانو د له مینځه وړلو په برخه کې ورسره زیاتي مرستي وکړي. جنرال خدایداد له نړیوالی ټولنی، د سیمی هیوادونو او کورنیو سازمانونو غوښتنه وکړه چې د مخدره م وادو د کرکیلي ، تولید او قاچاق په مخ نیوي کې خپله ونډه په سمه توگه ادا کړي . ښاغلی خدایداد له افغان دولت سره په دې جگړه کې شوي مرستي ناکافي بولي او د زیاتو مالي سرچینو د برابرولو غوښتنه ېې کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یادونه", "output": "چی را یاد شی د اشنا د بنګړو شرنګرانه هیر شی د ژوندون هریو اهنګ ته می ژوند کی هم ټپه يي هم غزللری کووم پدی سندرو د زړه زنګ د شبنم غوندی می زړه کی راوریږیما تازه کړی لکه ونه د لونګ ستا یادونو په ما خوب دی حرام کړیهم رنځورشوم ستا دی مینی زیړ می رنګ ستا هجران به ما مجنون کړی د صحراچم ګاونډ کی به شم هر چاته بدرنګ زه میرویس خو توبه ګار شوم ستا د مینیچی دی وکړله لوظونه کړل دی ړنګ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار : دښاروال پر ضد سوله ايز لاريون وسو", "output": "احمد لودين په کندهار کي دښاروالۍ رياست اعلان کړي دي چي ښاروالۍ ته نژدي دمزليانو په نامه تجارتي سراي چي مخکي د ملي دفاع وزارت ملکيت وو او اوس ښاروالۍ رياست سپارل سوي دي نړوي او ځمکه به يي دپوهني رياست ته سپاري څو د پوهني رياست دلته د تيمورشاهي ليسي دپاره نوي ودانۍ جوړه کړي . کندهار ښاروالۍ دمزليانو دسراي هټيوالو ته خبر ورکړي دي چي د رواني شمسي مياشتي تر پايه دي نوموړي سراي تخليه کړي د نوموړي تجارتي سراي هټيوالو نن په يوه سوله ايز لاريون کي د ښاروالۍ رياست دا خبره وغندله او د دي سراي دنه نړيدو غوښتنه يي وکړه .دوي وويل دتيرو لسو کلنو راهيسي دلته خپلي تجارتي چاري پر مخ بيايي او په دي سراي کي ډير کسان د خپلي کورني دپاره روزي پيدا کوي نو بايد نوموړي سراي پر خپل ځاي پاتي سي او تيمورشاهي ليسي ته بل ځاي ودانۍ جوړه سي .دنوموړي سراي هټيوالو ادعا کوله چي سراي ورڅخه د ښوونځۍ د جوړيدو په نامه اخيستل کيږي او وروسته يوه بل تجار ته د بل مارکيټ دپاره ورکول کيږي .دنوموړي سراي دهټيوالو دا خبري ، غوښتني او ادعاوي مو د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي سره شريکي کړي .هغه وويل نوموړي سراي ورته د اولس مشر حامد کرزي په حکم ملي دفاع وزارت ورکړي او د تير يو نيم کال راهيسي يي دا تصميم نيولي دي چي د مزليانو تجارتي سراي به نړوي او يو نيم کال مخکي يي د نوموړي سراي هټيوالو ته خبر ورکړي دي چي دکانونه تخليه کړي .ده دنوموړي هټيوالو دا خبره رد کړه چي سراي به بل تجار ته ورکوي ده زياته کړه چي دلته به د تيمورشاهي ليسي دپاره نوي ودانۍ جوړيږي او نوموړي هټيوال مکلف دي چي د ليندۍ دمياشتي تر وروستيو پوري سراي تخليه کړي ځکه چي نړيدو ته يي ټينګ هوډ سوي دي .د ده په خبره نوموړي سراي دولتي دي او واک يي دولت لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کی د ازادو ژورنالستانو ټولنه پرانستل شوه", "output": "تیره ورځ (دلړم 24) په هلمند کی د ازادو ژورنالستانو ټولنه د یو لړمراسیموپه ترڅ کی پرانستل شوه ، دغه ټولنه چی د جنګ او سولې راپور ورکولو ادارې ( اى ډبليو پي آر) د مركز په ٣٠ زره ډالره مالي لګښت جوړه شوې ده ،هڅه او کوښښ به یی په نوموړی ولایت کی د ژورنالستانو په مخکی د پروتو ستونځو حواری وی . نوموړی غونډی ته د هلمند والی ، دسولې اوجنګ دانستيتوت مشرې جين مكينزي ، د ژورنا� �يستانو د نويې اتحاديې مشر ميرويس پاڅون اود هلمندد اطلاعاتو او كولتور رييس جانګل خبری وکړې . د یادونی وړده چی د نوموړي اتحادیی د ریاست لپاره څه موده وړاندي ازادي ټاکنی تر سره سوی وې چی د ریاست لپاره یی ، میرویس پاڅون ،الیاس داعي او سلطانی کاندیدان ول چی په پایله کی یی میرویس پاڅون د ډیرو رایو په وړلو بریالی سو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شبکه دریمه برخه: DNS Server", "output": "Networking Basics-Part3:DNS Serverپه مخکینیو درسونو کې مو زده کړل چې دIP ادرس له دوو برخو جوړشوی چې یوه برخه یې دشبکې برخه اوبله برخه یې دکاروونکي یا کمپیوټر برخه ده . اوس کله چې تاسو غواړی یوې ویبپاڼې ته ولاړشی نو په انټرنیټ ایکسپلورر کې دهمغې پاڼې پته لیکی اونورنه پوهیږی چې کمپیوټر هغه څنګه راپ� �انیزي .ددغه کار ترشا کومه عملیه ترسره کیږي ؟ کله چې تاسو غواړی چې یوه ویبپاڼه راپرانیزي نودهغې URL(Universal Resource Locator) به ورته لیکی دنمونې په توګه http://www.exmaple.com ددیوې پاڼې URL شو .اوس مونږ خومخکې وویل چې کمپیوټرونه یوله بل سره دIP دادرس په مټ نښلي اودخبرتوکیو لیږد رالیږد کوي .اودلته مونږه ددغې ویبپاڼې IP ادرس ونه لیکلو ترڅوداویب پاڼه وګورو اوګرانه هم ده چې دهرکمپیوټر یا هرې ویبپاڼې دIP ادرس به زمونږ په یا دوي مګر بیا هم که مونږه دهغې ویبپاڼې URL لیکو نومونږه ویبپاڼه کتلی شو پس یومیکانیزم شته چې دکمپیوټر نوم یا دویبپاڼې URL دهغې له IP سره برابروي اویابل عبارت دکمپیوټر نوم یادویبپاڼې URL دهغوی IP ادرس ته ژباړي دغه کاردDNS Server په مټ ترسره کیږي .دTCP/IP په باره کې مونږ خبرې وکړي مګر اوس بیا یوځل ورګرځو په لاندېنۍ څیره کې تاسو وګوری دIP Address،Subnet mask اوDefault Gatewayترڅنګ به ځیني نورڅیزونه هم وګوری � �که Preferred DNS Server اوAlternative DNS Server ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کې پر امریکایانو ریموډ کنټرول بم چودلی.", "output": "نن دخوست په ښار کې پر یوه نظامي امریکایي موټر چې له سیمې تیریده دیوه ریموډ کنټرول بم چاودنه شوې چې لامله یې څه زیان ندی رامنځته کړی. ددغې پیښې پخلی دخوست دجنایي امریت دڅیړنو دڅانگې مرستیال گلداد بینوا ویبپاڼې ته وکړ. خوست هغه ولایت دی چې کله ناکله پکې پر امریکایي سرتیرو بریدونه کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اروپا افغانستان ته د ټاکنیزو ناظرینو یوه ډله استوي", "output": "همیرا ټاکل شوي چې د ا� �وپا د امنیت او همکارۍ سازمان افغانستان ته د انتخاباتو د څارلو لپاره د کارپوهانو یوه ۵۰ کسیزه ډله را واستوي.د اروپآ د امنیت او همکارۍ سازمان وایې چې دغه ګام یې د افغان دولت د غوښتني سره سم پورته کړی دی. وویل کیږي د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سپنتا دغه غوښتنه له دې سازمان څخه مطرح کړي وه. امریکې د اروپآ د امنیت او همکارۍ د سازمان د دغه ګام ستاینه کړي ده. ټاکل شوي چې د افغانستان ولسمشریز او د ولایتي شورا ګانو انتخاباتو په روان اسد میاشتې کې تر سره شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سالنګ کې برف کوچ ګڼ کسان مړه او ژوبل کړي دي", "output": "جلالزی د سالنګ په دره کې د شدیدې واوري د ورښت له امله دغلته د مسافریونو د موټرو په یوه قافله له غرونو واوره را ښویدلي چې چارواکي یې له امله د لسو کسانو د مړیني، شپو دټپي کیدو او یو شمیر ګاډو د خرابیدو خبر ورکوي. برف کوچ تیره شپه په جنوبي سالنګ کې واقع شوی او دغه لویه لاره هم د ساعتونو ساعتونو لپاره د تګ را تګ په مخه تړل شوي ده. چارواکي وایې چې د سالنګ تونل دواړو غاړو ته سخته واوره شوي او توپان هم ورسره ده چې د ترافیکو عادي بهیر یې ګډ وډ کړی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار او هلمنداوسيدونکو وينه ورکړه", "output": "ميرويس روغتون کندهار : دڅونامي دزلزلي دمصيبت ځپلوسره دکندهاراوهلمنداوسيدونکودويني مرسته وکړه دعامي روغتيادچارواکوپه حواله دکندهارڅخه ٥٠٠٠٠سي سي وينه اودهلمنددوﻻيت څخه ٥٢٠٠٠ سي سي وينه دهيوادولو لخوا تهيه اوکابل ته واستول سول٠ ټاکل شوې ده چي د ټوله شوې وينه به ډير ژر له کابل څخه په بهران ځپلو هيوادونو کي اړو ناروغانو ته وليږدول شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دماليې وزارت ٣٣ ميليون ډالربلخ ولايت کې لګوي", "output": "د ماليې وزارت چارواکو منلې چې بلخ ولايت کې به ٣٣ ميليون ډالر په دريو پرژو ولګوي . د وزارت وياند عزيز شمس منلې چې ١١ نيم ميليون ډالر د بلخ پوهنتون او يو روغتون د جوړولو، ٢٠ ميليون ډالر د مزار شريف د هوايى ډګرد بيا رغاونې او څه ناڅه ٢ ميليون ډالر د ښار د سړکونو ا وواټونو د جوړولو په موخه لګول کيږي .دوز ارت مرستيال شهرانىچې په دې روستيو کې يې د بلخ ولايت څخه � �يدنه کړې ، وايى د پروژو نخچې او اسناد د زمرى د مياشتې تر ١٥ نيټې پورې بشپړيږي .نوموړۍ وايى ياد شوي لګښت اسيايى پراختيايى بانک په پور ورکوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نړیوال بازارونه د فلش حافظې له کموالي سره مخ دي!", "output": "د اپل شرکت له تولیداتوڅ خه Ipod Nano په څیر دوړلو وړ میډیاپلیرونو (Media Players) ،ډیر خرڅلاو د دې لامل ګرځیدلی چې اوسمهال نړیوال بازا� �ونه د فلش حافظې (Flash Memory) له کموالي سره مخ شي.دیوې وړاندوېینې پر بنسټ کیدای شي د سږ کال تر پایه بازار د۵،۸ فیصده فلش حافظې (Flash Memory) د کموالي شاهد واوسي چې د ۲۰۰۷ ز کال تر پایه به ۲،۶ فیصدو ته کموالی وکړي.همدارنګه د ګارتنر څیړنیزې مؤسسې اعلان کړی چې په نړیوال بازارونو کې د فلش حافظې دکموالي لام ل په بازار کې د وړلووړ میډیاپلیرونو (Media Players) د ۴۰ فیصده خرڅلاو زیاتوالی وي چې دهمدې کال تر پایه به ۱۸۷ م� �یون دستګاوو ته ورسیږي. د همدې ګزارش پر بنسټ په بازار کې شته ۸۰ فیصده میډیاپلیرونه (Media Players) د فلش له حافظې څخه کار اخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چين او روسيې د م م تورونه رد کړل", "output": "چين روسيې او د سوډان دولت د دارفور کړکېچنې سيمې ته د چين او روسيې له خوا د وسلو د غير قانوني لېږدولو تورونه په کلکه دروغ وبلل. تېره ورځ نړيوالې بښنې د بشر د حقوقو له قوله اعلام وکړ هغه اطلاعات چې د ملګرو ملتونو څخه لاسته راوړي، چين او روسيې د سوډان په لوېديځ کې د دارفور سيمې ته د وسلو د لېږلو په منع کولو کې د امنيت شورا تصويب شوى پرېکړه ليک ته پام نه دى کړى. د بښنې د نړيوال سازمان په وينا چين او روسيه همدارنګه د سوډان د دولت لپاره د پوځي الوتکو په ورلېږلو او په دارفور کې د دولت پلوو اورپکو د ګټې وړ پوځي توکو سمبالولو ته دوام ورکوي. دغه پوځي توکي د ملکي وګړو پر وړاندې کارول کېږي. د سوډان دولت همدارنګه تورن دى چې په بېلا بېلو ميتودونو لکه له هرډول پوځي الوتکو او چورلکو څخه کټه اخيستنه چې سپين رنګ شوي دي په دارفور کې اورپکو ته پوځي توکې ور رسوي. د ملګرو ملتونو سازمان او ځينې نور مرستې رسوونکي سازمانونه معمولا د بشردوستانه مرستو لپاره له سپينو الوتکو او چورلکو څخه ګټه اخلي. د نړيوالې بښنې سازمان سعودي عربستان، کويټ او سپينه روسيه هم د سوډان د دولت لپاره د پوځي توکو په ورلېږلو تورن کړي دي. د دارفور سيم ه له ٢٠٠٣ کال تراوسه د ډېريو افريقايي توکمو او عرب اورپکو ترمنځ د خونړيو جګړو ليدونکي و چې، د سوډان دولت د هغه په سمبالولو او ملاتړ تورن دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وردګوولايت كښې عدلي او قضايي غونډه وشوه", "output": "ميدان وردګوولايت كښې عدلي او قضايي غونډه وشوه ميدان وردګوولايت كې ځانګړې عدلي اوقضايي غونډه وشوه. دغه غونډه په داسې حال كې دميدان وردګوولايت دوالي ښاغلي عبدالجبار نعيمي ترمشرۍ لاندې ترسره شوه؛ چې دمتحده ايالاتو دسفارت حقوقي، عدلي او قضايي چارواکي ؛د` يوناما` اوځينې كورني حقوق پوهان هم شته ول.غونډه كې ښاغلي نعيمي دعدلي او قضايي سېستمونو پر رغونې خبرې وكړې او ددې سېستم بيارغونه ېې د جنګ وهلي افغانستان لپاره اړينه وبلله.په غونډه كې ميدان وردګوكې دمدافعې دوكيلانو دځاى پرځاى كولوپه اړه پرېكړه وشوه. دادري رئيس ښاغلي عبدالله له خولې راتلونكي كې به دولايتي بيارغونې ډلې ياپي.ار.ټي له خوا يولس ګاډي دولايت په واك وركړل شي.همدارنګه دغونډې په پاى كې ټولوغونډوالو دمحبس اوكوچنيانو له روزنتون څخه ليدنه وكړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "(پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول)", "output": "پښتانه اودپښتوژبې غميزه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کې دناټو په ځواکونوځانمرګۍ بريد شوي دي", "output": "نن سهار ٩ بجې شاوخوادکندهار ښار د مي� �ويس مينې په سيمه کې د ناټو ځواکونو يو قطار تر ځانمرګي بريد لاندې راغلى ، چې له امله يې يو تن مړ او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي . په بريد کې په خپله ځان وژونکى هم وژل شوي او د بريد قربانيان د يو امنيتى چارواکي په وينا ټول ولسى وګړي دي. په بريد کې د ناټو ځواکونو ته زيان نه دي رسيدلى يوازې يو موټر زيانمن شوي دي .ايساف وروسته په يوه خپره شوې پاڼه کې ويلي ، چې د بريد له امله د ناټو ٣ تنه عسکر ټپيان شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دكوريايي وګړيو وروستى ضرب الاجل نن ماښــام دئ", "output": "يوتن قاري يوسف احمدي چې،تل درسنيو سره د طالبانو په استازيتوب خبري كوي تيرماښام له يونامعلوم ځاى څخه بينوا ويپاڼې ته دټيليفون پركرښه وويل:دوى د كوريايي تښتول شويو وكړيو نيټه كابل ته له كوريا څخه د دغه هيواد ديوپلاوي دراتك په احترام غزولې ده.احمدي د دغو كسانو وروستى ضرب الاجل د دوشنبې دورځى ماښام په كوته كړه. د طالبانو له لورې دغه نيټه په داسې حال كې غزول كيږي چې،د افغانستان دملي دفاع وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې ويلي چې،دوى د كوريايي تښتول شويو وګړيو او په دغه ځاى كې دشته طالبانو ځاى كلابند كړى دى.په همدې حال كې طالب وياند يوځل بيا كواښ وكړ چې،كه افغان دولت يا بهرني سرتيري د دغو كسانو په خوشي كيدو كې له ځواك څخه كار واخلي نو، يرغمل ټول كسان به له تيغه تير كړي.طالبانو دغه كسان دپنجشنبې په ورځ د كابل كندهار له لويي لارې څخه په نامعلوم لورې وتښتول.طالبانو د دي� �ويشتو تنو كوريايي وكړيو له يرغمل كيدو وروسته اعلام وكړ چې،دغه كسان به هغه وخت خوشي كړي چې،افغان دولت د دوى ديرويشت تنه ملګري له زندانه آزاد كړي او كوريا خپل ټول سرتيري او كاركوونكي له افغانستان څخه وباسي.طالبانو لا نه دي ويلي چې،په دغو ديرويشتو كسانو كې دطالبانو كوم لوړ پوړى ملكرى هم شتون لري او كه څ نګه؟كه څه هم كوريا د طالبانو د دغې غوښتنې په ځواب كې د روان ميلادي كال ترپايه پورې دخپلو ټولو سرتيرو دويست� �و اعلام و كړ خو افغان دولت دطالبانودزنداني ملګرو دخوشي كيدو په اړه لا څه نه دي ويلي.په همدي حال كې تيره ورځ يوه لوړپوړې كوريايي ډله د خپلو وګړيو دخوشي كيدو په اړه كابل ته را ورسيدله.له بل پلوه د المان لومړۍ وزي� �ې انكيلا ماركل دطالبانو له لورې دالماني سرتيرو دويستلو غوښتنه په كلكه رد كړې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مينې تنده", "output": "ساقي شرابو ته مې زړه کېږيمګر له وېرې مې ساړه کېږيڅښم ېې نه پرې لمبېدل غواړم نن څه وکړم ډار مې له زاړه کېږي اور مې په کور کې د زړګي بلېږيهډ هډ رګ رګ مې بېلابېل سوځېږيد چا يادونه مې په زړه اورېږيځکه مې زړه او هم ځيګر خوږېږيوږی يم شوق مې د ماړه کېږي څه وکړم ډار مې له زاړه کېږ يدا تورتمونه رڼول غواړمه د ژوند دردونه هېرول غواړمه ديار په زلفو زنګيدل غواړمهباغ د سينې ته ېې ورتلل غواړمهنه سود په څښاک نه په خواړه کېږيڅه وکړم ډار مې له زاړه کېږي ماتې مې نن که زولنې د تقدي� �راڅخه هېر مې که د ټول عمر ويرنه مې علاج شي په طبيب نه په پيرپروت يم بستر کې ربړېدلی اسيردا ستا � �ک جام به مې چاړه کېږي څه وکړم ډار مې له زاړه کېږي ف – ث دا عقل نور زغملی نشيمار په لستوڼي کې ساتلی نشي د ظلم زور دستور منلی نشي تنده د مينې پټولي نشي دا چې هر کار ته زړه نازړه کېږيڅه وکړم ډار مې له زاړه کېږي 17 . اکتوبر. 2007"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان ولسمشر د عربستان په لور و خوځيد .", "output": "افغان ولسمشر حامد کرزى له يو شمير سلاکارانو اووزيرانو سره ديو دوه روځنى سفر په موخه نن د سعودى عربستان د جدې ښارپه لور روان شو . حامد کرزى به د جدې په ښار کې د اسلامى هېوادونو د مشرانو په دوه ورځنى کلنۍ غونده کې برخه واخلى او برخه والو ته به وينا واوروى .په دغه سفر کې به حامد کرزى د اسلامى هېوادونو له يو شمير مشرانو اود عربستان له پاچا اولوړپوړو چارواکو سره هم وګورى او دعمرې حج به ادا کړى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آلمان له يخنۍ ځپلو افغانانو سره مرستي کوي", "output": "د آلمان دولت له هغو افغانانو سره د خپلو مرستو د زیاتولو خبر ورکړ چې د پیل شوي ژمي راهیسي د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ځیانمن شوي دي.د آلم ان د باندنیو چارو وزارت ویاندې جویلاګروس نن په برلین کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې هیواد یې سمدستي له افغانستان سره د ۵۰۰۰۰۰ یورو مرستي لپاره چمتو دی .میرمن ګروس وویل چې په دې پیسو به په عاجله توګه زیانمنو � �ویو افغانانو ته جامي ، ګرمونکي وسایل، خواړه او د اړتیا نور لومړني توکی برابر کړای شي.افغانستان په روان ژمې کې په بی ساري ډول د یخ څپو وځاپه . برلین دا ګړۍ د هغو ۶ ګرځنده کلینیکونو د چمتو والي ټټر هم ډبولی چې د افغانستان په لریو پرتو غرنیو سیمو کې به ترینه ګټه اخیستل کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بېنوا فرهنګي ټولنه افغان پوهان سره راټولوي", "output": "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان فرهنګيان لګيا دي د خپلې ملي فرهنګي شتمنۍ د پراخولو په موخه علمي او اکاډيميک کتابونه يا په خپله ليکي او يايې له نورو ژبو څخه ژباړي . له بده مرغه د جنګ په کلونو کې، د مهاجرت ناخوالو د فرهنګي کړيو ترمنځ مستقيم اړيکي ډېر کمزوري کړي دي . په هېواد کې بدلونونه د علمي او فرهنګي فعاليتونو د پاره ورځ په ورځ شرايط لا ښه کوي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په راتلونکو مياشتو کې به دا لړۍ ډېره پراخه شي. څرنګه چې زمونږ فرهنګيان سره خواره واره دي، د هغوی د علمي کارونو انسجام خورا ستونزمن دی . بېنوا فرهنګي ټولنه وياړي چې د خپل فرهنګي مسئوليت پر بنسټ په بېنوا وېب پاڼه کې د افغانان فرهنګيانو تر منځ د علمي همکارۍ او تفاهم د اسانه کولو په موخه د روانو علمي څېړنو يوه پاڼه هم پرانيزي. مونږ د ټولو افغاني پوهانو څخه هيله کوو چې د خپلو روانو علمي څېړنو په هکله مونږ ته په يوه يا دوو پاڼو کې معلومات راکړي چې مونږ يې د ”روانو علمي څېړنو پاڼه“ کې واچوو تر څو چې ټول علاقمندان پرې خبر شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: په ننګرهار کې مو يو امريکايي ټانګ له منځه وړی", "output": "طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې طالب ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار د کامې د ولسوالۍ د نوابادپه کلي کې د امريکايي ځواکونو يو زغره وال ټانګ د رېموټ کانټرول بم په وسيله له منځه وړی٠ طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په موټر کې سپاره ټول سرتېري يې څه وژلي او څه يې ټپيان کړي، خو نوموړي د مړو او ټپيانو سمه شمېره نه ده ښودلې٠ د دې پېښې په اړه ويل شوي، چې له پېښې سمدستي وروسته سيمه د امريکايي ځواکونو له لورې کلابند شوه او په پېښه کې زيانمن سرتېري يې له سيمې يوړل٠ ددې خبرې پخلی د ننګرهار د امنيې کومندان کړی، خو په اړه يې له څرګندونو ډډه کړې٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زه له ماشومتوبه درواغجن يم!( صالح محمدصالح)", "output": "زه له ماشومتوبه درواغجن يم!( صالح مح مدصالح) (ارواپوهنه) ليكوالان: جو. الن ډيميتريوس او مارك مازارلا ژباړن: صالح محمد صا� �ح salih@inbox.com كه د خلكو ظاهر او باطن يو ډول وي، بيا يې په پېژندلو كې كومه ستونزه نه وي، خو رښتيا دا ده چې ځينې خلك درواغ ډېر وايي. پر دې سربېره بايد پام مو وي، چې زموږ موخه هغه كسان نه دي، چې په ناپامۍ كې كومه تېروتنه ځنې كېږي او نه شي كولاى د ښو او بدو توپير وكړي، بلكې موخه هغه كسان دي چې په لوى لاس درواغ وايي او نور خلك تېرباسي. څر نګه چې موږ انسانان د هغوى د څرګندونو له مخې تلو او قضاوت پرې كوو، له همدې كبله كله چې مو د هغوى په اړه معلومات نيمګړي او ناسم وي، نو له شك پرته چې زموږ قضاوت به هم نيم ګړى وي. درواغجنان مو پر څو برخو وېشلي چې جلا- جلا پرې ږغېږو. هغه كسان چې ناببره درواغ وايي: دا ډول خلك ناڅاپه درواغو ته مخه كوي. له ځينو هغو مسايلو څخه فاصله واخلي چې ښه يې نه ځنې راځي. دا خلك دومره � �ه درواغو سره عادت نه دي، د يو چا د ډېر ټينګار له كبله درواغ وايي، چې وروسته ډېر پر دې خبره ځورېږي هم، له دې كبله د خپل بدن د حركاتو او د ږغ د ډول په مرسته دا مسئله روښانوي. دا ډول خلكو له وړاندې د خپلو درواغو په اړه سوچ كړى دى، تر ډېره هڅه كوي، دا مسئله توجېه كړي او داسې وښيي چې دومره بد كار يې نه دى كړى، ان درېيمګړى او بل څوك هم نه شي كولاى د دې ډول خلكو درواغ رسوا كړي. په بله وينا، دا ډول درواغجنان په دې باور دي، چې په سادګۍ سره نه رسوا كېږي، كه چېرې يې دا ډول سوچ نه كولاى، نو درواغو ته به يې مخه نه كولاى. همدا وجه ده چې د د� �واغو د رسوا كېدو كار ستونزمنېږي. سابقه لرونكي درواغجنان: دا ډول درواغجنان، په خپل كار كې برلاسي دي او د مخكېنيو خلكو په څېر د ناراحتۍ احساس نه كوي، ځكه دوى په دې برخه كې ډېره تجربه ترلاسه كړې او عادت شوي دي. له همدې كبله يې د ږغ له ډول او د بدن له حركاتو هم څوك نه پوهېږي چې درواغ وايي. دا ډول خلكو د خپلو شخصي ګټو د ساتنې او خپلو موخو د ترلاسه كولو لپاره دا لار غوره كړې ده، په څېره كې يې د وارخطايۍ او خواشينۍ څرك هم نه ښكاري. دوى تر درواغ ويلو مخكې سوچ نه كوي، د درواغ ويلو پر مهال له زياتو تورو او كليمو څخه كار اخ� �ي. له درواغو سره عادت شوي خلك: دوى له درواغو سره عادت شوي دي. د وخت په تېرېدو سره د خپلو خبرو رښتيا او درواغو ته دومره پام هم نه كوي. د دې ډول خلكو د پېژندنې لپاره د هغوى د څېرې پر ډول او بدني حركاتو دومره تكيه نه شو كولاى، ځكه دوى ته درواغ ډېر عادي كار ښكاري، د درواغو نښې په كې نه ښكاري، څرنګه چې د درواغو ويل د دوى ذهني كنټرول زيانمنوي، له دې كبله ځينې بې ارتباطه خبرې هم کوي. په دې وخت كې يې موږ بايد د خبرو � �ول ته پام وكړو چې ځينې بې مانا او غلط توري هم كاروي، دا ډول خلك ډېر كم دي، له دې كبله يې د درواغو رسوا كول هم سخت كار دى، خو د حقوقي او قضايي مسايلو ماهرينو ته د دا ډول خلكو پېژندل دومره سخت نه دي، ځكه د دوى درواغ د څو سرچينو او كسانو له خوا څېړل کېږي. موږ له دې ډول خلكو سره ډېر مخ كېږو، له دې كبله موږ ته يې پېژندل دومره سخت نه دي. مسلكي درواغجنان: د مسلكي درواغجنانو پېژندل له هرې ډډې سخت كار دى، ځكه دوى ځينې مهال د څ ېړنې په موخه درواغ وايي، غواړي د نورو كسانو له خولې ځينې خبرې وباسي، پر دې سربېره د دوى په خبرو كې بې مانا او ګ� �وډ توري هم نه شته. دوى تر درواغ ويلو مخكې د خپل هدف په اړه ښه سوچ كوي، كوښښ كوي د ځينو بې ارتباطه او مانا تو� �و له كارولو ډډه وكړي. دغه راز يې ظاهري ارامي هم كتونكي او اورېدونكي ته كوم سند په لاس كې نه وركوي. د دې لپاره چې مسلكي درواغجن رسوا كړو، بايد چې پر څرګندونو او خبرو يې د يوې بهرنۍ سرچينې له خوا غور وشي. په كار ده چې سړى تر هر ډول اقدام وړاندې خپل غوڅ تصميم ونيسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ديسيوال نوم بايد ژوندى پاته شي ( د کمال لیکنه)", "output": "د ديسيوال نوم بايد ژوندى پاته شي لیکنه: انجینیر کمال دولتي چارواکي دې د اندړو ولسوالۍ د پخواني ولسوال عبدالرحيم ديسيوال د وژنې په اړه بشپړه څېړنه وکړي. د عبد الرحيم ديسيوال وژنه له وړاندي پلان شوې وه، خو پوليسو يې د وژنې په تور د ده د وژنې په لومړۍ ورځ پنځه تنه شکمن بريد کوونکي ونيول،خو څو ورځي وروسته د غزني امنيه قوم انداني رسنيو ته وويل ،چۍ د ديسيوال د وژني اصلي طراح يې نيولى دى. د ديسيوال وژونکي چي هرڅو ک وي خو د غزني په ښار کي د هغه وژنه يو ډول شکونه رامنځ ته کوي. ولي د ښار په يوه امن سيمه کې دومره چټک او بريالى بريد تر سره شي.او بريد کوونکي دي ځان په خوندي ډول وباسي.. ديسيوال د دولت د وسلوالو مخالفينو له ٢٢ وس� �والو بريدونو او بمي چاودنو روغ ووت ،خو څو ځلي ټپي هم شو. خو په ٢٣ ځل د هغه د ژوند برخه پوره وه،هغه ٥٥ کاله وړاندي د ګيرو ولسوالۍ په ديسي کلي کې نړۍ ته سترګي پرانيسې له هغه دوه د لسو او اوو کلونو ترمنځ ماشوم ان ترې پاته شول.. د ديسيوال زړورتيا او ځيرکتيا د ستايني وړه وه، هغه د يوه اداري مامور ترڅنګ يو جنګي � �وماندان هم و. د غزني کمزوي حکومت له لومړى سره د ديسيوال له زړورتيا کار اخيست او هغو نارامو سيمو ته يې استاو،چې بل چا هوري يوه ورځ کار هم نشواى کولاى، ديسيوال يو سړى و،که څو ځايه کيداى شواى ښايي د څو سيمو چاري يې ورسپارلې واى.. ديسيوال په لومړي ځل څلور کاله مخکي د واغز ولسوالۍ ته واستول شو،داهغه مهال و ،چې طالبان دوهم ځل ژوندي شوي وو. په واغز کې تر يوکلن کال وروسته د مقر نارامي ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه واستول شو. په مقر کې ،چې و ازمايل شو نو تر څو مياشتنى کار وروسته.خپلي سيمي د ګيرو ولسوالۍ ته ،چې د دولت مخالفين په کې تر بلي هري سيمي ډير فعال و واستول شو. دلته هم ديسيوال په څو مياشتو کې هم امن ټينګ کړ او هم يې بيارغونه وکړه،خو په دې مهال کې د ګيرو ګاونډۍ ولسوالۍ اندړو کې د دولت مخالفينو دومره زور واخيست چي ټول غزني يې په خطر کې واچاوه،د اندړو په څير نارامي سيمي ته بيا د ديسيوال غوندي سړى په کار و او له ده پرته د اندړو ارامول د بل چا له وسه وتلې خبره وه. عبدالرحيم ديسيوال له تير يونيم کال راهيسي په اندړو کې جګړه هم وګټله ،بيارغونه يې هم وکړه،فرهنګي هڅي او کار يې هم له ياده ونه ايست. په هر صورت ديسيوال ،هم د حکومت سړى و،هم قومي مشر و او هم يې جرئت او زړورتيا په مخالفينو کې ويره خپرولى شواى. ددې تر څنګ هغه د سولې او امن پلوى هم و،قومي غونډي يې جوړولي له ديني علماوو سره يې ناسته ولاړه لرله او د دولت مخالفينو ته يې له جګړې د لاس اخيستلو پيغامونه ورکول. ديسيوال په خپل دين،هيواد او ولس مين سړى و،کڅه هم هغه منځنى زده کړي کړې وې،خو په څو بهرنيو هيوادو کې د لنډ مهالې کډوالۍ له برکته اوس په دريو بهرنيو ژبو انګليسي،اردو او عربي � �واني خبري کولې. ديسيوال له پوهي او فرهنګ سره ليونۍ مينه لرله،يو نيم کال مخکي يې په اندړو کې د شيلګر په نوم راډيو جوړه کړه،په همدې نامه يې يو اونيز اخبار هم پيل کړ،خو اخبار د تخنيکي ستونزو له امله د دوو ګڼو تر چاپ وروسته وځنډيدو. هغه له شعر سره هم مينه لرله،په خپل لګښت يې د غزني د شاعرانو په کچه د مشاعرو څو غونډي جوړي کړي او د غزني له فرهنګيانو يې څو ځلي دا غوښتنه هم کړې وه،چې د ټول هيواد په کچه دي تر (٥٠٠ ) تنو شاع� �ان راټول کړي د دې ټول مالي لګښت هم ديسيوال په غاړه اخيست،خو د غزني د شرايطو له امله دا کار هم ونشو. ديسيوال د ده تر وژنې يوه مياشت مخکي د غزني د المپيک له کمېټې هم غوښتنه کړې وه،چې د سولې د جام په نامه دې په غزني کې د فوټبال سيالۍ پيل کړي لګښت يې ده په غاړه اخيست. ديسيوال دغسي ژوندى او ځوان احساس درلود،چې د غزني په نورو دولتي چارواکيو کې به ونه ليدل شي. ديسيوال بشپړه ملي شخصيت و،چې د پيړيو لپاره په ژوندي پاته کيدو ارزيدو. هغه له پيسو،شتو او جايداد سره هيڅ مينه نه لرله اوس په يوه کرايي کور کې اوسيده ،د اقتصاد کچه يې ټيټه وه،د ديسيوال د کورنۍ د غړيو په وينا،چې د هغه د کفن پيسې يې په پور واخيستې. نو د دې لپاره چې ديسيوال هير نشي،د هغه د نامه د ژندي پاته کيدو په خاطر دي دهغه پر قبر ګنبد جوړ شي او يادې د هغه خداي بخښلي په نامه څلي جوړ شي. انجنیر کمال"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مات کچکول", "output": "مات کچکولزما زړه دې د وربل په دام نیولیبیا د زلفو تور لښکر دې لام نیولی پسې واړه صف ولاړ په اقتدا ديد تندي خال دې بڼو امام نیولی د اسمان سپوږ مۍ دسوال کچکول پرغاړهستا د سپین مخ پلوشو ته جام نیولی د وختونو په بټیو کې سوځېږم رقېبانو راته در او بام نیولی بیا د زاڼو امیلونه تار په تار شولصیادانو مو د چم زمام نیولی ما ویل زه به د سحر انګي ښکل کړمخو منزل راته تیاره ماښام نیولی اشنا ستا د بڼو غشي پرې وریږي (نصرت ) ځکه ورته زړه ارام نیولی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "برخه", "output": "برخه څوک په سپوږې کې کوي ژوند څوک لا ټغر ن� �ري دخټو کور لري خاونده ! کور کې ور نلري پرودو وګړو خو زمونږ په وينو لوبې وکړې زمونږه خلک دي بې فکره هيڅ هنر نلري خاونده!چاته ترينه نيغه شمله وتړمه زمونږځلمي وجود لري وجود کې سر نلري دلته چې مات منګي د پيغلو نشته شور يي نشته دوۍ اوس هغه د چنار سورى او ګودر نلري دنړۍ خلک غم ځپلي خلک غيږ کې نيسي فهيمه ستا په خوار ولس هيڅوک نظر نلري ځيرک فهيم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسپټمبر يوولسمه ، لنګه غوا ، يوه پېچلې معما", "output": "سنځرخېل - کابل ښايي تاسو ته به هم کله داسي فکر پيداکيږي چي که د۲۰۰۱ کال دسپټمبر په پېښوکي له افغانستانه د اسامه بن لادن لاس و او په دومره برياليتوب سره يې هرڅه ترسره کړه ، داکار يې کړی و که نه ، په خبر و که نه پر هغه يې نه ږغېږو خو نړۍ ته تورن ورپېژندل سو . څوک يې ترهګر او څوک يې اتل بولي ، په جګړه بوخت دﺉ خو په دې پنځه کاله يې ونه ويل چي داعمليه يې څنګه ترسره کړه . داچي امريکا په دې کار سره دالقاعدې ډله تورنه کړه او توپک ته يې لاس کړ ولي يې تر اوسه خپل ولس او نړۍ ته اسناد او شواهد نه وړاندي کوي . دغه او دې ته ورته په زرګونو پوښتني نه يوازي هغو ولسونو ته چي امريکې مرمې او ډالۍ پر ووېشلې بې جوابه پاته دي بلکي پخپله امريکايي ولس هم دې موضوع ته ديوې معما په سترګه ګوري . داداسي يوه پېښه وه چي له افرادو يې ونيسې بيا ترهيوادونو پوري يې يوشمېر له پښو وغورځول او ځينو ته لنګه غوا په لاس ورغله ، داسي لنګه غوا چي خپله يې په شېدو کي مېلې کوي خوپه ښکرونو يې د نورو کرغښي ورڅېري کړل . راځی په دې اړه د ګوګل امريکايي نړيوالي شبکې څخه خپاره سوي ځيني ويډيوي تصويرونه وګورو . ليدلو ته يې داځای کښېکاږﺉ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتيکا: دسل ملیونوډالرو په ارزښت به پروژې پیل شي", "output": "دپکتیکا والي جنرال قیوم خان کټوازي په پکتيکاکې د PRTیا ولايتي بیارغونې دټيم له مشرويلر سره په يوه ځانګړې ناسته کې دپرمختيايي پروژو دپلي کولوپرسرخبرې وکړې. د PRT مشر وويل چې دنوي کال لپاره يې دسل مليون ډالروپه ارزښت يولس (۱۱) پروژې په پام کې نيولې دي چې دځينو پروژو مقدماتي چارې بشپړې شوې اوترکارلاندې دي. په دغه پروژوکې درې لوي بندونه، دارګون برمل، شرنې زرمت، شرنې خوشامندسړکونه په پاخه اواساسي ډول، په خيرکوټ کې یو روغتون، په شرنه کې دمآمورينولپا� �ه ښارګوټی، په ښرنه کې دښځولپاره کلينیک اوتربيوي مرکز، عامه کتابتون، داومنې اوباکیخېل ولسواليوودانی جوړول اودبزګرانولپاره مسلکي تربیوي مرکزونه شامل دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بلخ کې د امريکي پر ضد لاريون شوی", "output": "په سلگونو افغانانو په عراق کې د امريکايي س� �تيري له لوري په قران مجيد د ډزو د پيښې خلاف يو ځل بيا په مظاهرو لاس پوري کړی دی. د دوشنبې په ورځ د مزار شريف په ښار کې مظاهره کوونکو د امريکا پرخلاف شعارونه ورکړل او د جورج بوش گوډاگي ته ېې اور ورته کړ. مظاهره کوونکو د مقدس کتاب بې حرمتي او د اسلام د سپکاوي کلکه غندنه وکړه. تيره اونۍ د غور په ولايت کې په ورته مظاهره کې د ناټو يو عسکر او دوه ملکي افغانان وژل شوي و. د مظاهره کوونکو د شړلو لپاره د افغان پولیس په ځوابي ډزو کې دوه تنه مظاهره کوونکي هم وژل شوي وو.وروسته تر هغه چې دا امريکايی وپيژندل شو چې په قران يې ډزې کړې وي، بي� �ته امريکا ته استول شوی دی او د امريکا پوځ او جمهور رئيس ددې پيښې بښنه غوښتې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ISAF:يوتن لوړپوړى طالب قومندان وژل شوى", "output": "دافغان اوايساف ځواكونه ادعا كوي چې،په هلمندولايت كې د ملا محمد بلوچ په نامه دطالبانو يوتن لوړ پوړى مشروژلى دى د سوله ساتو ځواكونو له � �ورې په هغه خبرپاڼه كې چې،تيره ورځ خپره شوې او بينوا ويپاڼې ته رسيدلې په كې ادعا شوې چې،دغه طالب مشر د روان زيږ يز كال دروانې مياشتې په نهمه نيټه وژل شوى دى. خبرپاڼه ادعا كوي چې،طالب قومندان يي دبم غورځونكيو الوتكو پرم رسته له منځه وړى دى.دخبرپاڼې له مخې ملامحمدبلوچ دهلمند او ارزګان په ولايتونو كې د يو شميرطالب جنګياليو مش� �ي پرغاړه لرله او همدارنګه پرافغان او سرتيرو باندې دبريدونو پلانونكى و.تراوسه طالب وسله والو د خپل دې مشر دوژنې دخبر دتايد او رد په اړه څه نه دي ويلي.كه د ملابلوچ خبره رښتيا وي نو دابه په افغانستان كې د طالبانو دجګړه ايز مشر ملادادالله تر وژنې وروسته دويم لوړ پوړى طالب قومندان وي،چې د بهرنيو ځواكونو په بمبار كې وژل كيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوې غزل", "output": "ستا په ديدار ستړی دماغ هوسايي مومي � �که د ورځي چي څراغ هوسايي مومي د ناز کتل يې اندېښنې په راحت مينځيشبګير وجود مي په فراغ هوسايي مومي هجران ځپ� �ی چي په وصل کي لاهو سيبيايې د خوار زړګي هر داغ هوسايي مومي که د يؤ موټي په څېر نن پښتون خپل ځان کړ په خپلواکي بې * محکوم باغ هوسايي م ومي پخپل ديار کي چي اخته څوک په روزګار سي که څه ډنګر وي که څ ه چاغ هوسايي مومي٩ مارچ ٢٠٠٨ م کال"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عاجل خبر: د ایران د ولسمشر مرستیال کابل ته را ورسید", "output": "میرویس جلالزی د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد لومړی مرستیال پرویز داودي نن د پنجشنبې په سهار نهه نیمي بجې کابل ته را و� �سید. له داودي سره په دغه سفر کې ګڼ شمیر نور ایراني چارواکي هم ملتیا کوي. ټاکل شوي چې دغه ایرانی پلاوی به له ولسمشر حامد کرزي، د هغه له مرستیال احمد ضیا مسعود او یو شمیر نورو افغان چارواکو سره وګوري. ایران له افغانستان سره په تیرو څو کلونو کې د لسهاوو ملیونه امریکايي ډالرو مرسته کړي خو په افغانستان کې میشت غربي او امریکايي قوماندانان په تهران تور لګوي چې طالبانو ته په پټه پټه وسلي ورکوي. ایران تل دغه تورونه رد کړي او د افغانستان په بیاودانولو کې د ځان ونډه مهمه او تاثیرناکه بولي. پرویز داودي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل ورځ می شپه سوه چی په لوری زما راغله ديار غم وو لکه توره بلا � �اغله په کوم لوری به تری ځان ژغورم دتللو دقسمت لوبه له مخ او له شا راغله ورته کوز به دح سینو وی سرونه که دبخت ستاره مخته دچا راغله داچی اوری می پر مخ باران داوښکو زما دفکو په اسمان کی خو بیا راغله شیخه هیر به دی اذکار شی که دی مخته پښتنه دجنت حوره پرخوا راغله څه ازار می دئ اخیستئ نه پوهیږم چه لړۍ زما پر عمر سیاه راغله عمری او بخت خو دومره سره لری � �که څوک چه وای ځوانی دبوډا راغله په درنا وی محمدعلی عمری / مسلم باغ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کمپیوټر نسلونه", "output": "پوهنیار سید حسن عدلیار Computer Generations اليکترونيکي کمپيوټرونه د هغوی دپيدايښت له نيټې څخه (1946م)تر ننه له بيلا بيلو پړاونو څخه تير شوي دي.او د پرله پسې هاند او هڅې له کبله د نن ورځې په عصري او پر مختللې بڼه بدل شوي دي.ددې پرمختګونو څ خه ځيني يې د کمپيوټر په صنعت کې د بنسټيزو بدلونو لامل ګرځيدلی. ددې بدلونونو څخه هريود کمپيوټر د يوه نسل په نامه ياديږي له همدې کبله کمپيوټر په لاندې پنځو نسلونو ويشل شويدی.دلمړي پړاو کمپيوټ� �ونهد لمړي پړاو ( 1958-1946 )په کمپيوټرونو کې د خلا لامپونو (Vacuum Tubes )له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل � �وې ددې پړاو کمپيوټرونه د لاندې ځانګړتياؤ لرونکي ؤ: څرنګه چې د خلا د لامپونو حجم تقريبا د بريښنا د ګ� �وپونو په اندازه دی نو له همدې کبله ددې پړاو کمپيوټرونه دډير حجم لرونکي ؤ. د هغوی چټکتيا لږه او اندازه يې په ملي ثانيه کېده. ډيرې انرژۍ ته يې اړتيا وه او همدارنګه يې ډير تودوالی منځ ته راوړه. د هغوی دجوړلو لپاره ډيرو پيسو ته اړتيا وه له همدې کبله د هغوی قيمت هم ډير ؤ او يواځې د لويو شرکتونو او حکوم تونو په واسطه په نظامي ،څيړنيزو ، پوهنيزو او سوداګريزو برخو کې ترې ګټه اخيستل کېده. له 2000 څخه تر 4000 کلمو پورې يې دساتنځي ظرفيت ؤ. دهغوی په پروګرام جوړونه کې يواځې د ماشين له ژبې څخه کار اخيستل کېده.له همدې کبله د هغوی پروګرام جوړول ستونزمن او يواځې په يوې ډلې متخصصينو پورې محدوده وه.ددوهم پړاو کمپيوټرونهددوهم پړاو په کمپيوټرونو کې د ترانزستور(Transistor) يا(Transfer Resistor )له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل � �وې چې د هغوی حجم د لمړي پړاو د کمپيوټرونو په پرتله لږ او چټکتيا يې ډيره ده.ترانزستورونه هغه کوچني وسايل دي چې کولای شي سګنالونه لوی کړي يا دايره((Circuit خلاصه او يا تړلې وساتي.ترانزستورونه چې په 1948 م کال کې منځته � �اغلل او په 1956م کال په کمپيوټرونو کې په کار يوړل شوه ،په ټوليز ډول په اليکترونيک او په ځانګړي ډول يې په کمپيوټرونو کې يو لوی بدلون منځته راوړی دی.ترانزستورونه تودوخې ته اړتيا نه لري لږه انرژي مصرفوي او د چارو په سرته رسولو کې چټک او دقيق وي.ددريم پړاو کمپيوټرونهددريم پړاو په کم پيوټرونو کې دIC((Integrated Circuitله تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل شوې له همدې امله ددې پړاو د کمپيوټرونو حجم لږ ،او چټکتيا يې ډيره ده چې اندازه يې په مايکرو ثانيه ( 1000000/1ثانيه )سره کېږي.ICيو بشپړ اليکت� �ونيکي سرکت دی چې د سليکان (Silicon) د يوې ټوټې (Chip) د پاسه ځای لري او په هغه کې په زرګونو حتی په ميلونونو ت� �انزستورونه ځای په ځای شوي دي.د سليکان له فلز څخه دICپه جوړولو کې د لاندې دلايلو پر بنسټ ګټه اخيستل � �وې:1:سليکان د بريښنا نيمه هادي(Semiconductor )فلز دی چې په پوره پاملرنې سره د بريښنا بهير په هغې کې کنتروليږ ي.2:قيمت يې لږ دی.3:لږې انرژۍ ته اړتيا لري.4:دDataپه ساتلو کې د لوړې پاملرنې لرونکی دی.ICنظر ترانزستورونو ته د لاندې ښيګڼو لرونکی وي:1:دډاډ وړتيا((Reliability:هغه کمپيوټرونه چې د ICپر بنسټ جوړ شوي وي له غلطۍ سره لږ مخ کېږي ددې دليل دادی چې د ICټوټې(Chip )له نصبولو دمخه په ښه توګه ازمويل کېږي.2:کچه(Size):هغه کمپيوټرونه چې له ICڅ خه جوړ شوي وي ددوی د کوچنوالي دليل دادی چې په سلګونه ترانزستورونه کولای شي چې د يوه (Chip)د پاسه ځای په ځای � �ي.3:چټکتيا(Speed):د ICد کار چټکتيا د ترانزستورونو په پر تله ډيره ده.4:قيمت(Cost):د ICله ګټې اخيستو څخه دم خه د کمپيوټرونو حجم لوي ؤ او ډير لګښت ته يې اړتيا لرله له همدې امله د نظامي ،څيړنيزواو پوهنيزو موخو � �پاره د حکومتونو او لويو شرکتونو پواسطه په کار وړل کېده د IC له ګټې اخيستو وروسته د کمپيوټرونو حجم لږ او هم دارنګه قيمت يې هم لږ شو.ددريم پړاو کمپيوټرونو کولای شوای چې په يوه وخت کې څو پروګرامونه سرته ورسوي. د پروګرام ليکنې ژبو هم په دې پړاو کې ډيره پراختيا ومونده. د کمپيوټر پواسطه له لرو لارو څخه (Remote Communication)د م خابراتي ليکو له لارې د معلوماتو د بدلولو شونتيا هم په همدې پړاو کې مهيا شوه.د څلورم پړاو کمپيوټرونهد څلورم پړاو (له 1971 کال څخه تر ننه)کمپيوټرونو هم د IC له تکنالوژۍ څخه ګټه اخيستې ده .ددريم پړاو له کمپيوټرونو سره دا توپير لري چې دسليکان په يوه کوچنۍ ټوټه کې په زرګونو حتی په ميلونونه ترانزستورونه ځای په ځای شوي دي چې دې کار د کمپيوټرونو د حجم له وړوکي کولو سره مرسته کړې. په کال 1971کې د Intel(Integrated Electronics)د شرکت پواسطه د مايکرو پراسسر ډيزاين او توليد د څلورم پړاو د کمپيوټرونو پيل په نښه کړ.د Intel دشرکت لخوا د 4004 مايکروپراسسور وړاندې کول ددې مايکروپراسسرونو نسل پيل کړ.کوم کمپيوټرونه چې په دې پړاو کې بازار ته وړاندې شول نظر مخکنيو کمپيوټرونو ته يې قيمت لږ او هر چا کولای شوای چې دا کمپيوټرونه وپلوري او په ورځنيو چارو کې ترې ګټه واخلي دا ډول کمپيوټرونه د ځاني کمپيوټرونوPC(Personal Computer) په نامه هم يادوي.کوم لم ړنی کمپيوټر چې په کال 1981 کې د IBM شرکت لخوا بازار ته وړاندې شو د 8088شميرې پراسسور لرونکی ؤ.د PC په منځ ته � �اتلو سره د کمپيوټر پروګرامونو په پراخه کچه پراختيا وکړه او په ټولو ځايونو کې په ډيره چټکتيا سره کمپيوټ� �ونه د ګټې اخيستو وړ وګرځيدل.په رښتيا سره چې PC په پرزه جاتو او پروګرامونو کې يو لوی بدلون راووست. هغه کم پيوټرونه چې د چارو د سرته رسولو لپاره يې له مايکروپراسسور څخه ګټه اخيسته د مايکرو کمپيوټرونو په نامه ياديده.د پنځم پړاو کمپيوټرونهد کال 1980 له لمړيو لسيزو څخه هلې ځلې روانې وې تر څو دارنګه کمپيوټرونه جوړ شي چې دهغوی چارې په ورکړل شوو پروګرامونو نه بلکې په مصنوعي ذکاوت(Artificial Intelligence)متکي وي.په څرګند ډول که ووايو چې داسې کمپيوټرونه به جوړ شي چې دمسايلو په حل کې به پخپله تصميم ونيسي (زموږ له کنترول او پروګرام پرته). Robotددې ډول کمپيوټرونو لمړنۍ بيلګه ده.ددې ډول کمپيوټرونو په منځ ته � �اتلو سره به د پنځم پړاو کمپيوټرونه پيل شي.د LISPاو Prolog د پروګرام ليکنې ژبې هم دهمدې لپاره ډيزاين شوې دي.په دې برخه کې جاپانيان چې له له نورو څخه مخکې والی او برياليتوبونه هم لري،دوي دا ومونده چې کمپيوټرونه د مساي� �و په حل کې د لوړې چټکتيا ،ځيرتيا ،ډاډ او همدارنګه د اوږدې مودې لپاره د معلوماتو د لويو کمياتو د ساتلو قدرت � �ري.له بلې خوا دا کمپيوټرونه کولای شي چې بيلابيلې چارې په يوه وخت او د ستړتيا له احساس پرته (انسانان دستړتيا احساس کوي او نشي کولای چې په پرله پسي او له ځنډ پرته کار وکړي)سرته رسوي.د نورو ښه والو(د هوډنيونې قد� �ت،نوښت،او دنه وړاندوينې په شرايطو کې د چارو ادامه) په اضافه کولو سره انسان کولای شي چې کمپيوټرونه پر م ختللي وګرځوي.البته هغه پوهان چې د کمپيوټري پوهو په دې برخه کې کار کوي په دې اند دي چې بشر تردې دمه له هغو کارونو څخه ډير لرې دی چې تر څو هغه کمپيوټرونه منځ ته راوړي کوم چې دوی پخپله د مسايلو په حل کې خپله عمل وکړي. له موږ سره مو اړیکه: E-mail:baseer.baheer@gmail.com Mob:(0093)(0799) 43 84 57 Faculty of Science,Department of Computer Sceince ,Kabul University"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "راځی چی د زور پر ځای له فکرنه کارواخلو", "output": "عجیبه خوداده چی موږ تل پردۍ شوروا ته ډوډۍ وړه کړې ده. که هغه هر ډول وي خو خولې مو مخکې دهغې له خوند کتلو څخه او به کړي وي داپه دې معنا چی هیڅکله مو په خپل هوډ او فیصله باندې کوم ګام نه دی پورته کړی او نه مو دا طمعه لرلې ده. بیشکه چی غیرتي خلک یو، خوله هغه څه نه چی همیشه محروم پاتې یو، هغه فکردی. او په ډیرافسوس سره باید داووایم چی زمونږګڼ شمیر ولس له دې لوی نعمت څخه چی په ککرۍ کې یې پروت دی، بې برخې پاتې دي. خو دهغې کمې سلنې خلکو چی دې نعمت ته پام شوی دی هغوی پ� �ته له دې چی د هیواد او ولس دپاره یی په کار واچوي، یوازې دځاني ګټو لپاره یې د وطن هروګړی د پردیو محتاج ګرځولی دی. او همدغه لامل دی چی د پردیو هر ډول کړو وړو ته مو سرونه ټیټ نیولي دي. ځکه چی که چا خندلې دې نو سمدلاسه مو د هغه د خندا په مناسبت د طعي جشن جوړکړی وي او که چیرې په ټنډه یې د غصې نښې ښکاره شي نو داسې په ویره کې شو لکه د قیامت او قبرله عذاب څخه چی ویریږو. اْیا له دې حالت څخه د خلاصون لاره نشته؟ امکان لري د ډیرو خلکو په خوله باندې داځواب وي چی: مونږ ډیر غیرتي او با توره خلک یو، تاریخ مو دسرپه بیعه ګټلی او ګټوبه یي. خونه! داسې نه ده. داهغه خبرې دي چی زمونږ نیکونو به کولې. اوس یوه نوې دنیا ده او نوي فکرته ضرورت دی. چی دانوې دنیا د ټوپک په چلولونه، بلکه د ټوپک، طیاری، کمپیوټر او داسې نورې ټکنالوژۍ په جوړولو سره ګټل کیږي. راځم د موخې بحث ته: هغه داچی په لومړي ځل یوافریقایي اصله امریکایی د امریکا واک ته ریسږي، که څه هم تر اوسه یی په خپله دنده پیل نه دی کړی خو زمونږ خلکو لا وختي په نیک فال نیولی او په افغا نستان یې د ښو تاْ ثیراتو لامل ګڼلی دی.پو ښتنه داده : کله چی هغه په خپله خوله دااقرارکوي چی زه یو مسلمان پلارنه بلکه یوې عسیوي مور روزلی یم. نو اْ یا دابه د چا په خیروي؟ خدای خبر. راځۍ چی له دي طمعې تیرشو، او له همدغه نوي تصویر څ خه یو نوی عبرت واخلو. ګورۍ په یوداسې هیواد کې چی هغه د هر ډول تعصبونو ځاله وه ، په خاص ډول د تورپوستو او سپین پوستو ترمنځ چی حتی یو دبل کلیسا و ته یې د ورتللو حق نه درلود. اوس په همغه هیواد کې د یوداسې قوم سړی اقتدا� �ته رسیږي چی پخوا به یی خلکو پرته له غلامۍ څخه دبل هیڅ ازاده ژوند کولو وس نه درلود. داسې نه ده چی هغه خا مخا د زورپه وسیله دې مقام ته رسیدلی، بلکه د خپل لیا قت او ځلانده فکر په واسطه او داډول د خپل ولس په لبیک او هغه ته د درانه نوم په ورکولو سره ددې وړ وګرځید چی د سپینې ماڼۍ په تخت کښېني. خبره خو داده چی د یو غلام په ژوندون کې دومره لوی بدلون راتلای شي نو، اْیا زموږ دغه څوکلنې ناخوالې په صمیمیت نه شي بدلیدلی؟هوولې نه ! � �اځۍ چی د خپلو ټولو نا سمو تعبیرونو څخه سم عبرت واخلو او تر هر څه وړاندې له خپلې ماتې سره د کلک هوډ په زور م بارزه وکړو.تر څو یوه داسې لاره راسپینه شي چی برابر مو د بري منزل ته ورسوي ، او پرته له دې چی اجنبیان مو دسر په کاسه کی ګوتې ووهي، خپل سر دومره لوړکړو چی هیڅوک ورته د لاس رااوږدولو قدرت پیدانه کړي.بیا به نو نه یوازې چی اختیارمو خپل شي، هم به ډوډۍ خپله شي او هم به شوروا او کاسه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طالبانو يوه نامتو قوماندان ووژل شول", "output": "د پاکستان اردو د صوات په لانجمنه سیمه کې د طالبانو د یو عمده قوماندان او د هغه د اتو تنو ملگرو د وژل کیدو خبر ورکړ. د اردو یو بیان چې نن خپور شوی واېې دا قوماندان علی بخت نومیده او د صوات د دويولي په سیمه کی د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی .پوځ واېې په صوات کې عملیات د عادی ژوند د بیرته را گرځولو په موخه روان دي .پرون د طالبانو ویاند بیت الله محسود هم خبر ورکړ چې که عملیات دوام ومومی دوی به په پاکستان کې ځانمرگیو بریدونو ته شدت ورکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکوه نورالماس له کومه راغی او چيرته ولاړ ؟( ۴ برخه )", "output": "( څلورمه او اخيرنۍ برخه ) متمد ن برتانيوی پړاو او د کوه نور بيا حلالول : په ١٨٤٩ کال دبرتانيی بيرغ په رسمی توګه د لاهور پر سر ورپيدې او ددی سره سم د افغانې دامپراتوری له بدنه دازاد شوی پنجاب سيمه هم په برتانيوی امپراتوری ورګډه شوه . پدی کار سره انګريزانو د کوه نور سره يو ځای د لاهور پر ټولو جواهراتو او شتمنيو قبضه وکړه او دشرق الهند کمپنۍ خزانه يی لا نوره پری وپړسول . دپنجاب ت� �تسليميدو وروسته د کوه نور په اړه د ( لاهور معاهدی Treaty of Lahore ) پنامه دمغلوب او غالب ترمنځ په يوه � �اسليک شوی سند داسی راغلې دی : ٫٫ کوه نور نومۍ الماسی غمۍ چی مهاراجا رنجيت سينګ د شاه شجاع الملک څخه اخيستې وو ٫ بايد د لاهور دمهاراجا لخوا دانګلستان وملکې ته تقديم شی ،، . په برتانوی هند کی انګريزی ګورنر جنرال Lord Dalhousie دمعاهدی دلوړی مادی دعملې کولو په خاطر کارونه داسی تظيم کړه چی له مخی يی د رنجيت سينګ ځوان ځای ناستۍ ځوی ١٣ کلن هلک دوليپ سينګ Duleep Singh انګلستان ته وليږل شو چی په خپل لاس کوه نور دسوغات په توګه ملکې ويکتوريا ته وړاندی کړی . داکار دجنګی غنيمت په ډول د کوه نور د لاس پرلاس کيدو په اوږده تاريخ کی اخيرنۍ وو او ښايی دپای ټکۍ به وی . کوه نور په ١٨٥١ کال د لندن په Hyde Park کی ديوه نندارتون په ترڅ کی دانګريزی اولس دتماشا کولو دپاره کښيښودل شو چی دهغه وخت رسنيو دا غمۍ دنندارتون دزمرۍ په توګه ياد کړ . د وخت حکومت غوښته پدی کار سره دبيوزلو اولسونو په لوټولو کی دخپل اردو برياوی خلګو ته وښيی . تردغه وخته لا کوه نور د ځانه سره خپل تاريخی ارزښت چی لرغونۍ هندی حکاکی شوی شکل وو ٫ درلود او پدی سره يی دبرټانيی خلګو ته دهغو لرغونو هندی ماهرانو د پياوړو لاسونو هنری توان وښود . ترڅو چی ملکه ويکتوريا ژوندۍ وه ٫ د کوه نورنه يي ديوه زيوری توکی په ډول کار اخيست مګر دهغی تر مړنې وروسته غمۍ دبرتانوی دربار دجواهراتو خزانې ته وسپارل شو او دشاهی تاج په خولۍ کی يی نصب کړ . په ١٨٦٢ کال غمۍ د جان پانانت پنامه د برتانيوی دربار ديوه منرا� �وجست تر نظر لاندی دسره يوار بيا حکاکی او په اصطلاح دوهم ځل حلال شوچی دا ځل يی دپخوا په نسبت لږ هوار شکل دټاکلو څنډو سره پلاس راوړ . څرګنده ده چی هره ډبره په حکاکۍ کی خپل يوه برخه وزن او لويوالۍ له لاسه ورکوی ٫ غمې هم تر حلاليدو او پوستولو وروسته دخپل بدن ډيره غوښه و بايلل او د ١٩١ قراطو نه و خپل نننې ١٠٨٫٩ قراطو ته را وړوکۍ او سپک شو . داکار خو ظاهرا پدی خاطر تر سره سو چی غمې ګويا په نوی تخنيک سره عصری شکل ته اړتيا درلوده مګر ډيرۍ ماهران پدی کارسره خورا خواشينې شول ځکه چی تاريخی کوه نور نه يوازی خپل وزن او لويوالۍ و بايلۍ بلکه خپله معنوی سلامتې هم ټوله له لاسه ورکړه چی هغه دده تاريخی ارزښت وو . په خپل پخوانې شکل کی ده دپيړيو پيړيو � �صی او اولسی افسانې کرلې وی ، ده دملې قهرمانانو دګوتو نښانې راوړی وی او دخيانتونو ٫ دسيسو ٫ توطيو او جفاګانو انبتاهی حکايتونه يي پری ليکلې وه . دده په مخ کی د جلال الدين اکبر او شاه جهان غوندی فرهنګپالو پلاس دعلم او پوهی مشالونه ځليدلې او په وينو سره د اورنګزيب لاسونه يی پخپلو سترګو ليدلې وه . ديوه معد نپوه په توګه زماپه اند د انګريزی شکيلاکګرانودا کار دومره مسلکی بنسټ ندرلود لکه سياسی موخه چی ور پکښی نغښتۍ وه . فکر کوم دا ددوی دهغو کړنو يوه برخه وه چی دوی به تل دنړۍ پ� �بيوزلو هيوادونو او اولسونو باندی يرغل کاوه او په ښکاره به يی داسی ښودله چی ګوياغواړی هغوی له وحشت نه � �اوباسی ٫ مدنې يی کړی او دنوی عصر په برياوو يی پوه او اشنا کړی . دوی خپل دا په ظاهره خير غوښتونکی کار دنوم وړو اولسونو دپاره ستر خدمت ګاڼه چی له کبله يی بايد اشغال سوی اولسونه منندوی اوسی . خو په واقعيت کی لکه څ نګه چی د کوه نور بيلګی وښوده ٫ داستعارچيانو اصلې موخه د اولسونو دمادی او معنوی شتمنيو لوټول او دارزانی ب� �ری قوی سره د اومو موادو ترلاسه کول دی لکه شاعر چی وايی : جوړ کړې زوروروهميشه په خپله ګټه م� �کز د لوټونې او سنګر له دی نړۍ ( وهاب سرتير - سوې ډاګ )داسنادو د لاسليک څخه ددوی هدف دا وو چی دانګلستان په پارالمان کی اپوزيسيون ٫ ليبرالو انګريزانو او همدارنګه نړيوالو ته وښيی چی دوی اشغالګر نه بلکه اړوند حکومتونه په خپله خوښه او رغبت ددوی په امپراتورۍ ور ګډيږی . کنه نو ديوه مغلوب واکمن سره د داډول يوی معاهدی لاسليک اصلا هيڅ حقوقی ارزښت نلری او دبل طرف نه د يوه ١٣کلن ماشوم په ليږلو کی ولندن ته انګريزانو څو موخی په پام کی نيولې وی : ١ - د راتلونکی حقوقی دعوا وو دمخنيوی په هيله داسنادو داسی ښودنه چی ګويا کوه نور په قانونی ډول ملکې ته يو وړاندی شوی سوغات وو ٫ نه د جنګی غنيمت يو توکۍ . ٢- دپنجاب خلګو ته يی داسی څرګندول چی ګويا د ستری امپراتورۍ ملکی ويکتوريا دی اولس ته د بيشانې درناوی ښودلو په توګه ددوی دزړه سر دوليپ سينګ لندن ته ديوه درانده او خا ص ميلمه په مقام کی دعوت کړيدی ځکه نو د دود سره سم ٫ نوموړی ميلمه داغمۍ ديوی معمولې تحفی په ډول دځانه سره لندن ته د ملکی دپاره يووړ او پدی سره يی خپل يو دوديز دين ادا کړ.٣ - ځکه نو دپنجاب خلګو ته پکار ده دسترې امپراتوری د ملکې لخوا خپل حضو� �ته ددوی داستازی د بللو نه او همدارنګه دهغی لخوا د يوه عادی سوغات له قبلولو څخه بايد دژوند تر پايه منندوی و اوسی . د څلور سی ( C 4 ) پر معيارونو برسيره دکوه نور دارزښت يو لوی فاکتور پدی کی نغښتې وو چی هغه د ډيرو پخوانيو زمانو ( ښايی لرغونو پيړيو ) دکلتوری او هنری مهارت اسرار دځانه سره ساتلې وه چی لدی کبله يی معنوی او تاريخی ارزښت دعرضی او تقاضا په بازار کی تر ارزښت څو برابره زيات وو . برتانيوی د� �باريانو په نوی تخنيک سره دعصری کولو په پلمه دا ارزښت دخاورو سره خاوری او تر پښو لاندی کړ . ددوی داکار بيا دهغو اوږدو موخو يوه برخه وه چی د اولسونو د تاريخ او معنوی وياړونو د له منځه وړلو سره سم يی دهغوی د ملې هويت فسخ کول په پام کی نيولې وه . کوه نور دچا حق دی ؟ دی ښکلې او ځلانده غمې د يوی بيوفا پيمخې معشوقی پشان ډيرو بوالهوسو مينانو ته سترګک وهلې دی . که هيچا ورته دملنګۍ کچکول پغاړه کړی ندی ٫ خو ډيرو شاهانوپری زړه بايللې او د ډيرو شاهزاده ګانو نازکی وينې پر تويی شوی دی . دی غمې د خپل خونړې تاريخ په اوږدو کی د ډيرو زورورو هيوادونو په پسته غيږه کی د ناز خوبونه کړی او کله چی يی بيا دوی بی وسه ليدلې دی نو يی ځای پرځای مخ تری اړولې او د بل زورور هيواد په غيږه کی يی ارام موندلې دې . داچی د راز راز زور واکانو تر منځ لاس پلاس � �ويدې ٫ اصلې څښتن يی ورک او ميراث خوران يی اوس بايد عريضه پلاس دقاضی دروازی ور و ټکوی . له همدی کبله يی هر هيواد اوس که يی شرعی نکاح ورسره تړلۍ وی او يا دايران پشان يی څو شپې په صيغه ورسره تيری کړی وی ٫ دڅښتنوالۍ دعوی لری . پدی لړ کی پاکستان لومړۍ مدعی وو چی په ١٩٧٦ کال دهغه هيواد مشر ذوالفقارعلی بوټو د خپل برتانيوی سيال Jim Collaghan نه د کوه نور دبيرته ورکولو غوښتنه وکړه ٫ هغه په ډيره نرمه ژبه د ( نه ) ځواب ورکړاو وروسته يی په اړوندو هيوادونو کی خپلو ديپلوماتانو ته امر وکړ چی پدی اړه لازمی ديپلوماتيکی هلې ځلې تر سره کړی چی نور کسان دا ډول ورته خيال له سره وباسی . داچی بوتو دنور ټينګار توان په ځان کی نه ليده ٫ چوپ پاته شو . لدی نه وروسته دهند دولت ٫ په افغانستان کی دطالبانو اسلامی امارت او دايران اخوندی حکومت هم د انګلستان نه دکوه نور د بيرته ستنولو غوښتنه وکړه . مګر کوه نور خو لاتر اوسه تر همدغه ګړيه پوری په Tower of London کی پروت او د � �نګونو لوبې کوی . ترهغو پوری څو داسی يوه بی پرې محکمه منځته راځی چی ددی ښکلې ناوی اصلی خاوند په ګوته کړی ٫ ډير وخت پاته دی . خو زما په اند اوس دهغی محکمې پريکړه واکمنه او نافذه ده چی له مخی يی زور حق دی ٫ زور پوله نلری او د زورورو اوبه پرلوړه ځی . دا وو د کوه نور په اړه هغه يولړ تاريخی ٫ سياسی او اقتصادی معلومات چی ما ورته لاس رسۍ درلود ٫ اودخپلو ليکنو دمينه والو لوستونکو سره می شيريک کړ . دټولو هغو درنو لوستونکو څخه چی ددغه غمې په اړوند داسی نور کره معلومات ولری چی پدی ليکنه کی يادو شوو تاريخی - سياسی څرګندونو ته د بدلون ورکولو پخاطر اړين ښکاری ٫ هيله کوم چی په اړوندو انترنيټی سايټونو او يا نورو رسنيو کی يی خپور کړی . البته دالماس په اړه ديوه منرال يا لکه کاربن ديوه کيمياوی عنصر په توګه دلا ډيرو مسلکی معلوماتو وړاندی کول زما ددغی ليکنې موخه نه وه ٫ خو که مسلکې � �وستونکې پدی اړه دڅه ليکلو توان يا ارزولری ٫ زه به يی ليکنې په خوښۍ سره ولولم خو په لوړه ليکنه کی يی دزياتو� �و اړتيا نه وينم . په مينه او مننه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دثورداوښتون کورني شرايط اونړيوالې پايلې (4برخه )", "output": "ته چی بل په غشو ولې هسي پوه شهچي همداغشى به ستاپه لور ګوزارشي( رحمان بابا ) پدې تو ګه لکه څنګه مو وليده وسله پلاس افسرانو دچارو واګی ترلاسه او ورسره جوخت ئی دخلق دموکراتيک ګوند ته وسپارلې . ددی کار سره سم بيله دی چی کورنی شرايط او بهرنی حالات په دقت سره وڅيړل شی ، په ډيره بيړه دوروسته پاتی ټولنی په دوديز نظام کی د اته ګونو فرمانونو له مخی په يولړ چټکو ژورو بدلونونو لاس پوری شو . دبيلګی ته توګه داداری فساد او رشوت بيخی ورک کول ، په ټول هيواد کی د بيسوادۍ له منځه وړلو پروګرام ترلاس لاندی نيول ، ټولو ځوانانو ته بيله کانکور څخه تر دوولسم ټولګې پوری د زده کړو اسانتياوی برابرول ، دنهم ټولګيو فارغانو ته په دولتی ادارو کښی په رسمی توګه دکار کولو اجازه ، مامورانو او اجيرانو ته يوډول د اړينو موادو د وړيا کوپونو ويشل ، په رسمی ادارو او د ژوند په ټولو چارو کښی د نا� �ينه وو سره دښځو دحقونو برابروالې ، ولور اخيستل او دوړو نجونو کوزده منع کول ، د سود اوسلم منع کول ، دځمکی داصلاحاتو له مخی ټولو بی ځمکو او لږ ځمکو بزګرانو ته دنصاب سره سم په وړيا توګه دځمکی ويشل او نور . سره لدی چی داټول کارونه د پرګنو په ګټه او داسلام د ارونو سره ئی هم مخالفت نه درلود ، خو داچی په ډيره بيړه او پاريد� �و احساساتود بی تجربی کسانو په مټ ترسره شوه نو په لړ کښی ئی يو نيم ځای د زور زياتی ، تاو تريخوالې ، دقومی م� �رانو د توهين ، تحقير او ان ترټلو نه هم کا واخيستل شو . له بله پلوه د کادرونو په غوره کولو کښی روابطو تر ډيره بريده دضوابطو ځای نيولې وو او دشخصی وفادارۍ معيار تر اهليت ډيرلوړ ګڼل کيدی . داکار په ځانګړی توګه په سيمه ايزو ارګانونو کښی چی د اولس سره ئی په نيغه اړيکې درلودی ، ډير دليدو وړ وو او دستونزو زياته برخه له هم دغه ځای نه زيږيدله . دا ډول چاری ددی لامل شوی چی کورنی او بهرنی مخالفان پدی وتوانيږی تر څو خلګ ئی پرضد راو پاروی او سيسټم دخنډونو سر مخامخ کړی . دډيرو څيړونکوپه اند که چيری دالوړ يادشوی ټول بدلونونه په سړه سينه او پراخ نظر سره په تدريجی ډول تر سره شوی وای ، خلګ به ترهيدلې نه وای او په بشپړ يقين سره به حالات په ټوليزه توګه تر کنترول لاندی وای ، دحکومت او اولس تر منځ به واټن نه وای غزيدلې او دلاس پواسطه به وخلاصيدونکی غوټی ته دخولې اچولو اړتيا نه وای راغلې . داټول هغه شيان دی چی له يوی خوا ئی په هکله دشوروی سلاکارانو په غلطو مشورو سره دبيړی او چټکۍ نه کار واخيستل شو اوله بلې خوا ئی پخپله کرملين ته داچانس پلاس ورکړ تر څو لدی امله دحکومت او اولس ترمنځ راپيدا شوی واټن دخپل پنځم ستون پواسطه ډک کړی .دريغه دريغه که وروستۍ عقل ړومبۍ وای د انجام خبری نه شی په اغاز ( رحمان با با ) دثور تر اوښتون وروسته دکرملين دانتظار په خلاف کارمل ته دومره صلاحيت پلاس ورنغې چی په سياست کی دشوروي په ګټه بشپړ رول ولری . پدی خاطر چی هرڅه بايد دکرملين داشارو سره سم تر سره شوي وای ، په هر شکل چی کيدلای شوه دا ډول صلاحيت بايد کا� �مل ترلاسه کړی وای . ددی کار دپاره شوروی سفير پوزانوف چی هغه مهال شيخ السفرا هم وو په يو لړ ټينګو سياسی هلو ځلو لاس پوری کړ څو جمهور رئيس نورمحمد تره کۍ ته دکارمل د رول جګولو په هکله قناعت ورکړی . پدی وخت کی د حفيظ ا� �له امين برسيره د چارواکو ټول خلقی اړخ او همدارنګه دپرچمی اړخ ډيرۍ کسانو هم د کارمل د صلاحيت او رول لوړولو سره مخالفت ښوده . کله چی دکرملين سياسی هلې ځلې پدی هکله بی اغيزی پاتی شوی ، نو ئی د اولس څخه دح کومت دبيلولو پلان ترلاس لاندی ونيو او ورسره سم ئی ونفاق اچولو او د مختلفو ګروپو يو دبل په مقابل کی تحريکو� �و ته ملا وتړله . که څه هم دی کارمستقيمه نتيجه ورنکړه خو دولت ته ئی ستونزی پيدا ، د واک ريښی ئی سستې کړی او د خپل مستقيم تيرې په مقابل کښی ئی زورور خنډونه له منځه يووړه . ددغه تيری د جزئياتو په اړه زما په تيرو ليکنو کښی چی د جدی دشپږمی نيټی په اړوند يو لړ افغانی انترنيټی سايټونو نشرکړي ، بشپړ معلومات شته او داګړۍ ئی تک� �ار ته اړتيا نه وينم . لنډه داچی دثورداوښتون وروسته شوروی مشرانوته دخپلو نيکه ګانو د پخوانيو پلانونو دعملی کولو ارزوګانو ګلان وسپړل او کارمل ئی چی ددی کار دپاره يو ډير مناسب سړۍ په پام کی نيول شوی وو ، د ١٣٥٨ کال دجدی په شپږمه نيټه پر افغانستان باندی ديرغل او اشغال سره جوخت له مسکو نه راوليږه او دکابل د حاکم په توګه ئی مقرر کړ . دانيټه که دافغان اولس دپاره ديوی ستری غميزی پيل وګرځيده ، مګر ددغه پر ازادی مين او� �س ميړانې او سرښندنو که خپل کور ته اور واچاوه خو دنړۍ سياسی اوجغرافيوی نقشه ئی پربل مخ واړول او ډير اولسونه ئی د روسی استعمار له منګولو ازاد او دخپل سرنوشت واک ئی پلاس ورکړ . ته چی بل په غشو ولې هسی پوه شهچی همداغشۍ به ستاپه لور ګوزار� �ي &n; bsp; ; &n; bsp; ; دثور داوښتون پايلې :لکه څنګه چی مو په ګوته کړه دخلق دموکراتيک ګوند لخوا د واک ترلاسه کولو وروسته ديو لړ بی تجربه ګيو او لدی نه زيږيدلو نيمګړتياوو له مخی خلګ وترهيدل چی يو نيم ځای خبره تر بلواګانو پوری هم ورسيده . پدی کښی هم شک نشته چی پدا ډول تحريکاتو کښی د نامهربانه ګاونډيانو برسيره دلستوڼی مارانو لکه ( کاجی بی ) او کورنۍ پنځم ستون ئی هم لوی رول لوباوه .دهمدی نيټې وروسته وو چی کرملين ته پر افغانستان باندی دم ستقيم تيری جرئت پلاس ورغې او دافغان اولس دپاره دثور داوښتون وروسته غم لړلې پايلې د ١٣٥٨ کال دجدی له شپږ م تورماښام نه راپيل شوی . ښکاره خبره ده چي دثور داوښتون وړاندی کرملين د دومره سپين سترګيو توان هيڅکله هم ندرلود . اوس به راشو ددغی غميزی څخه رازيږيدلې پايلې دهيواد په دننه او نړيواله کچه په لنډو کښی وګورو :لوم ړۍ - دهيواد په دننه کښی : د نظام اوښتون خو هرڅه واړول مګر د کرملين سره دوستې هغه خامه لوټه وه چی د اوبو څخه سړۍ يوازی ورباندی تريدلای شی او دبيرته راتيريدو امکان ئی نه وی ځکه چی لوټه نور په هغو اوبو کی ويلې او اوبو وړی وی . دشوروی توطيو او يرغل دا فرصت له منځه يووړ څو خلګ د اوښتون نه کومی په زړ پوری ګټې ترلاسه کړی . دبده م� �غه ئی پايلې غملړلې را ووتې لکه :١ - د مختلفو سرچينو له مخی يو نيم ميليون افغانان شهيدان ، دوه ميليونه م عيوب او له پنځه ميليونو زيات هيوادوال ګډوالۍ ته اړ ايستل شوه . ٢ - ټول اقتصادی جوړښتونه له منځه ولاړل ، م ادی او معنوی شتمنۍ چور شوی .٣ - دملې اردو په ورانيدو سره دمرکزی دولت واک سست او ملک اطوائيفۍ ته لاره خلاصه شوه .٤ - په سيمو کي د دوديزو فيوډالې اړيکو ځای زور واکو ټوپکمارانو ونيوې .٥ - داوښتون نه وړاندی چی قانونې ديکتاتورې وه ، ځای ئی بنسټپالنې ونيوی چی ور وپسي اوسنۍ دموکراتيکه انارشی منځته راغله . ٦ - اداری فساد او بډی اخيستل په ادارو کښی داجرااتو يوه برخه وګرځيده .٧ - اخلاقی فساد او داړه ماريو زور واخيست . ٨ - په پلانيزه اقتصاد نظام کی د دولتې نسبتا زورور سکتور پرځای ازاد بازار رامنځته شو چی ګټه ئی دشتمنو کسانودپاره لا چاغښت او د بيوزلو کسانو بيخی له پښو لويدل دی . ٩ - دبيان دازادۍ پنامه ملې ارزښتونه تر پښو لاندی او دخاوروسره خاوری شول .١٠ - ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ او بی شميره داسی نوری ناخوالې او نادودي . دوهم - په نړيواله کچه : ددی سره سره چی دخلګ دموکراتيک ګوند دکرملين دسياست يوملا تړ سياسی جوړښت وو ، مګر داخبره هم اوس يو منل شوی واقعيت دی چی دثور داوومی نيټی په اقدام کښی يوازی او يوازی افغانانو ګډون درلو او دهيچا فزيکی توان ورسره مل نه وو . خو ددغه اوښتون په ورانيدو کښی بيا دکرملين په شمول دنړۍ ډيرو هيوادونو په څرګند ډول م الی او فزيکی پراخه ونډه واخيسته . دهمدی لامله وه چی دنړيدلو پايلې ئی دهيوادوالو دپاره ډيری غمجنی ، ولی دنړوالو دپاره هغه چرګه شوه چی ترهمدا اوسه پوری طلايی هګۍ ورته اچوی . دبيلګی په توګه :١ - د روسی ( شوروی ) امپراتورۍ په ماتيدو سره دڅوارلسوهيوادونو له سلو ميلونو څخه زياتو وګړو ته دازادۍ ستورې ځليدل .٢ - د يو� �طبی نړۍ منځته راتلل او دامريکايی خپلسريو او بدمستو پيل . ٣ - دوارسا دنظامی پکت ورانيدل او پرځای ئی د ناټو دپکت لازيات پياوړی کيدل . ٤ - داروپايی ټولنې او دشنګين په قرارداد کښی دغړو پراختيا .٥- دخپلې اړوندی سيمې نه بهر دناټو د جګړه ايزو فعاليتونو غزيدل .٦ - دفوندامنتاليستې اوترهګری فعاليتونو زور اخيستل او ديوی نړيوالې شبکې په توګه دالقاعدی دڅانګو وده کول او پراختيا موندل . ٧ - په افغانستان کی دامريکا تر مشرۍ � �اندي د٣٧ هيوادونو وسله وال شتون .٨ - دپاکستان اټمې واکمنې او پر دی لور دايران چټک ګامونه .٩ - دامريکايی قوتونو لخوا دعراق اشغال او د بين النهرين سيمې داوسيدونکو دپاره ديوی خونړۍ غميزې پيل . ١٠ - ٠٠٠٠٠٠٠ اوداسي نوری بی شميری پيښې چی دشوروی امپراتوړۍ نړيدل ئی ترلويه بريده سرچينه وګرځيدل . دثور داوښتون دپايلو په يادولو سره اړينه بولم څو ددغې پيښی د درسونو په هکله هم دخپل نظر ټکې په لنډو کښی د� �وستونکو مخ ته کښيږدم . ( د څلورمې برخې پای . پاته پنځمی برخه مه هيروې )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: په کونړکې مو فوځي چورلکه نسکوره کړې", "output": "سيدعبدالله نظامي /اسداباد دوسلوالوطالبانووياندذبيح الله مجاهد رسنيوته ويلي چې دکونړپه ماڼوګي ولسوالۍ کې يي دبهرنيو ځواکونويوه فوځي چورلکه نسکوره کړې چې په کې ګڼ بهرني سرتيري وژل شوي مجاهد وايي دشوړيک اوکوړنګل په غرنۍ سيمه کې يي دشپې په دوه بجې دغه چورلکه نسکوره کړې ده طالب ويانددکونړپه سرکاڼوولسوالۍ کې هم په امنيتي پوستودبريداودپوليسودمرګ ژوبلې دعوه کوي په ختيځوولايتونوکې دايساف مطبوعاتي دفترپه سيمه کې دډزوپخلي کوي خودچورلکې دنسکوريدوخبرردوي بل پلو دحزب اسلامي دجنګياليويوسيميز وياندزبيرصديقي دکونړپه اسمارولسوالۍ کې له بهرنيوځواکونوسره په امنيتي دنده بوخت څلوروافغان سرتيرو دوژل کيدودعوه کړې دکونړامنيه قومندان خليل ضيايي مني چې داسمارپه ډب خوړکې ديوې امنيتي کمپنۍ څلورساتونکي اويوملکي موټروان وژل شوي په دې وروستيوکې ددولت اوبهرنيوځواکونوپه وړاندې وسلوالوبريدونوزوراخستى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبشري شرکت کارکونکی دغلودمنګولووژغورل شو", "output": "دهرات امنیه چاروقوماندان جنرال محم دجمعه عدیل په یوه خبري غونډه کی دانسان تښتونکوله چنګه دیوه شخصي شر کت ماموردازادۍ اودرې تنه دپیښی په تو� �دګرفتاري وویل همدارازدیوه لرغوني اثردموندني یې وویل چه غلودانجیل اولسوالۍ نه پټ کړی و: یوډبرلیک چه ۵۷� �کاله تاریخي قدامت لري دڅلورورنوزیارت انجیل اولسوالۍ جبریل کي غلااوهمدلته وموندل شو،دپیښي په توریوتن نیول شوی دی دغه ډبره باندي قراني ایات ښکل شوی اودهرات دفرهنګ وځوانانوریس ته وسپارل شوه همدارازدبشیري � �خصي شرکت کارکونکي عبدالرحمن چه اته ورځي مخکي تښتول شوی و ازاداودری تنه دپیښی په تورنیول شوي دي بل پلود� �نبې په ماشام دهرات ښاریوې زوروري چاودني ولړزاوه دهرات امنیه قوماندانۍ ویاندسمونوال نورخان نیکزادچاودنه دولایت مخته داتفاق نومي پارک سیمه کي وبلله زیاته یې کړه اوازلرونکي موادمنفجرعاملین یې په تیښته بریالي شوه مالي اودسرزیان نلري.دیوه بل خبرپه اساس دفراه ولایت امنیتې مامورینوڅلورتنه غیرمسول وسله وال ددغه ولایت وسله واله طالبانوسره دملګرتیاپه تورونیول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار : دنولس کلن ځوان مړۍ وموندل سو", "output": "په کندهار کي امنتي چارواکي وايي چي نن سهار يي د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د يوه کس مړۍ موندلي دي .د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي بينوا ته وويل چي موندل سوي جسد د يوه نولس کلن ځوان دي چي سپين رنګه جامي يي په تن دي چي لاسونه يي تر شا تړل سوي دي او وروسته په مرميو سورى ، سورى سوي او وژل سوي دي چي وروسته په شپږمه ناحيه کي د ميرويس روغتون شاته غورځول سوي وو ، ځاځي وويل چي د پيښي په اړه يي کلکي پلټني پيل کړي دي او تر دي مهاله يي دتړاو په تور څوک نه دي نيولي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اغلې پيغله", "output": "اغلې پيغله چې سيندسندرې وايي اوڅپې مستې شي دمستې نڅ اګرې په څير سراچوي ستوري په مينه مينه دکومي مستې ښائستې له شونډو دخيال په شونډوباندي مچې اخلي هلته ورپوري دساحيل په غاړه دورکولارويوستومان مسافر په يوه وړه کيشتۍ کې دناا� �نامنزل سفرپيل کړي زه به درځمه ستاتياره کوڅې ته زه به له ځان سره سپږمۍ درولم داسمان ښکلې پيغ� �ه هغه نازکه تکه سپينه اواغلې پيغله زه به د دې غې پيغلیې سپينې ليچې پستې نازکې اووريښمينې ليچې ستادکوڅودتورلښکرپه زړه کې لکه دسپين خنجر اينې ماتې کړم زه به په دغو تکوسپينو او وريښمېنو� �يچو ستادکوڅې دبلامورزيندۍ کړم ساجرسعودي عرب ٢٠٠٦/٢/١٢"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مينه", "output": "ماته به خپل ملګرې ويل چې مين يم خوماته د ده خبرې هغه د چاخبره چې اپلتې ښکاريدي اوهيڅ مې له دغسي خبروسره تبه نه لګيده خوزه يوه ورځ دسمندرپه غاړه ګرځيدم خبرنه وم هغه د مينې سمندرو و او يوناڅاپه يې دومره زور ورې څپې راباندي راوړي چې بي اختياره يې واخيستم له دنيادخلکوڅخه يې بيګانه ځاي ته يووړم ، دغمونوپه درياب کي مې خپلي ډغرې وهلي اوس راته معلومه شوه چې مينه څومره زوروره ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلستوڼې مار", "output": "له ښکاره دښمن نه ځارچې عبدالله دېکه مو وژني که موخرڅ کړي ح ق يې دادې چې ټول عمردپښتون دسردښمن ؤدلستوڼې مار کرزي بچى دچا دې ؟پښتون نه دې دمغل لقب يې ښه دې� �اته ښکاري اورنګزيب ځينې پيدا دېجبارخيله خداى دې ساته له خيانته دخيانت له ﻻسه دا وطن تباه دې (سيډني استراليا)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي (۱۴برخه )", "output": "محترمو وروڼو ! څوارلسم ( ۱۴ ) له م حاسنو داسلام څخه دادئ چی اسلام وهرمسلمان ته په دي ډول تربیه ورکوي چي مسلمان باید په دي ډول وي چي دبل مس� �مان دمشکل اودحاجت په ليري کولوکښي له هغه سره مرسته کونکي وي ،اوهرمسلمان له بل مسلمان سره بایدهمیشه په داسي ډول سلوک وکړي چي هغه په خوشحاله کيږي، داسلام ددغي تربیې په اړه واسلامي هدایا توته متوجه سي. اول ( ۱ ) : داسلام پيغمبر يه يوه مبارک حدیث کښي چي امام مسلم یې له حضرت زید بن ثابت رضي الله عنه څخه � �وایت کړيدي فرمایلي دي : (لایزال الله في حاجة العبد مادام في حاجة اخیه ) . یعني همیشه دئ الله پاک په حاجت کښي دبنده ترڅوپوري چي وي دغه بنده په حاجت کښي دوروردده . مطلب ددغه مبارک حدیث دادي چي الله جل ج� �اله دهغه بنده دحاجتو ورپوره کونکي دئ کوم چي دبل مسلمان وروردحاجت په ورپوره کولو کښي کوښښ کونکئ وي . دوهم ( ۲ ) : له حضرت ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (المسلم اخوالمسلم لایظلمه ولایسلمه من کان في حاجة اخیه کان الله في حاجته ومن فرج عن مسلم کربةً فرج ا� �له عنه کربة من کُرب یوم القیامة ومن ستر مسلماً ستره الله تعالي یوم القیامة ) رواه البخاري والمسلم . یعني هرمسلمان دبل مسلمان دیني ورور دئ ، نونه به ظلم پر کوي اونه به مرسته اوکومک ورڅخه بندوي ، هرڅوک چي وي په پوره کولو کي دحاجت د خپل مسلمان ورور نو وی به الله پاک په پوره کولو دحاجت دده کښي ، اوهرڅوک چي لري کړي له یوه مسلمان څخه یوغم نولري په کړي الله پا ک له ده څخه یو لوۍ غم له غمو څخه دورځي دقیامت ، او هر څوک چي پټ کړي يومسلمان ( یا په دې معنی چي داغستلو لپاره یوه جامه ورکړي اویا په دې معنی چي عیبونه یې پټ کړي ونوروخلګوته یې ښکاره نه کړي ) نوپټ به کړي الله پاک دَی په ورځ کښي دقیامت ( یا دامطلب چي دجنت په جامو بې پټ کړي یا دامطلب چي دقیمت په ورځ به الله پاک دده عیبونه اوګناوي ورپټي کړي . دريم ( ۳ ) :له حضرت انس رضي الله څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم ايلي دي :(من مشی في حاجة اخیهِ المسلم کتب الله له لکل خطوة سبعین حسنة ومحی عنه سبعین سیئة الی ان یرجع من حیثُ فارقهُ فان قضِیت حاجته علی یدیهِ خرج من ذنوبهِ کیوم ولدته امهُ وان هلکَ في مابین ذالکَ دخل الجنة بغیرح ساب ) رواه ابن ابي الدنيا والاصبهاني . یعني هرڅوک چي ولاړ سي په حاجت کښي دمومن ورور دده (یعني دیوه مسلمان ورور دحاجت دپوره کولولپاره ولاړسي ) نوو به لیکي خدائ پاک ده لره په بدل کښي دهر قدم اخستلو دده اویا۷۰نیکۍ اومحوه به کړي له ده څخه اویا۷۰ ګناوي ت� �هغه پوري چي دي بیرته وهغه ځائ ته راګرځي کوم چي دي ورڅخه راجلا سوئ او راروان سوئ ؤ ، بیا که چیري پوره سو ح اجت ددغه مسلمان ورور دده دده پرلاسو (یعني دده په طفیل ) نو راوبه وځي ، خارج به سي دغه سړئ له ګناوو خپلوڅخه داسي پاک لکه په کومه ورځ چي و ځيږاوه دَی موردده ، اوکه چیري مړسو په مابین ددې کښي نوداخل به کړسي وجنت ته ( يعني دقیامت په ورځ ) بې حسلبه ( یعني هيڅ حساب به له ده سره دده دعملو نه کیږي ) . څلرم ( ۴ ) : له حض� �ت ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه روایت دئ چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ( من مشی في حاجة اخیه کان خیراًله من اعتکاف عشرسنین ومن اعتکف یوما ابتغاء وجه الله جعل الله بینه وبین النار ثلاث خنادِق کل خندق ابعد مما بین الخافقین . رواه الطبراني والحاکم . یعني هرڅوک چي تګ وکړي په حاجت کښي دیوه ورور دده ( یعني په حاجت پوره کولو کښي دیوه مسلمان وروردده ) نوده داکارغوره اوبهتره دئ ده لره له اعتکافه دلسو کالو ، اوهرچا که اعتکاف وکړ یوه ورځ له وجي د طلب د رضا دالله جل جلا له نو وبه ګرځوي الله پاک ( یعني دقیامت په ورځ کښي ) په منځ کښي دده اوپه منځ کښي د دوږخ درې خندقونه ، چي هرخندق به ډیر لیري وي له هغي مسافې څخه چي په منځ کښي دمشرق او د مغرب ده . پنځم ( ۵ ) :له حضرت ابن عمر اوابوهریره رضي الله تعا� �ی عنهم څخه روایت دئ چي دوۍ دواړو ویلي دي چي فرمايلي دي رسول الله - صلی الله علیه سلم - هرڅوک چي تګ وکړي په حاجت کښي د ورور دده ترهغه پوري چی دغه حاجت یې ورثابت کړي ( یعني ورحاصل او ورپوره یې کړي ) نورحمت به وکړي الله پاک پر ده باندي په پنځه اویازره ملائکوسره ( یعني پنځه اویازره فرشتي به الله پاک امرکړي په دې سره چي دده لپاره دعاګاني کوي ) که چيري دغه تګ دده په سهارکښي ؤ نودغه فرشتي به دعاکوي ده لره ترماښامه پوري اوکچیري دغه تګ دده په ماښام کښي ؤنودغه فرشتي به دعاوي کوي ده لره تر سهاره پوري ، اونه به پورته کوي یو قدم ( یعني په لار کښي دحاجت پوره کولودیومسلمان ورور ) مګرکښته کوي به لله پاک له ده څخه په دغه هر قدم اخیستلو دده سره یوه خطا اوګنا دده اوپورته کوي به ده لره په دغه هرقدم اخیستلوسره یوه درجه (رواه ابوالشیخ وإبن حبان وغیره) . شپږم ( ۶) : له جعفربن محمد ( رضي الله عنه ) څخه روايت دئ ، چي هغه له پلار څخه ، هغه بیا له نیکه څځه روایت کړئ دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ماادخل رجل علی مومن سروراً الاخلق الله عزوجل من ذالک السرور ملکاً یعبدالله عزوجل ویوحده فأذا صار العبدفي قبرهِ اتاه ذالک السرور فیقول: اماتع� �فني؟ فیقول له : من انت ؟ فیقول : اناالسرور الذي ادخلتني علی فلان ، انا الیوم اونس وحشتک والقِّنُک حجتک واثبتک بالقول الثابت واشهِدک مشاهدک یوم القیامة واشفَع لک الی ربک واریک منزلک من الجنة ( رواه ابن ابي ا� �دنیا وابوالشیخ ) . یعني نه ده داخله کړيې هيڅ سړي پر هیڅ مومن باندي یوه خوشحالي ، مګر پيدا کړېده الله پاک له هغې خوشحالۍ څخه یوه پرشته داسي پرشته چي عبادت کوي د الله ياک اودالله پاک یووالي بیانوي ( یعني ترهغه پوري چي دغه سړي مړکیږي) بیا کله چي دغه بنده داخل سي په قبر کښي نوراسي وده ته هغه خوشحالي بیا ووایې وده ته چي ایا نه پيژنې ما ؟ نو دَی ورته ووايې چي ته څوک یې ؟ نوورته ووایې دغه سرور اوخوشحالي وده ته چي زه سرور او خوشحالي یم ، هغه خو� �حالي چي داخله کړم تا زه پر فلاني سړي باندي ، زه به نن ورځ لري کوم ( يعني له تا څخه ) وحشت ستا (یعني چي دقب� �وحشت دئ ) اوتلقین به کوم و تاته دحجت اودلیل ستا ( یعني په جواب کښي دنکیر اومنکر ) اوټینګوم به تا په قول مح کم ( یعني پرکلمه دشهادت باندي ) اوحاضره وم به تا وځایو ته د حضور ستا په ورځ کښي دقیامت ، اوسپارښ به کوم تالره ورب ستا ته ، اووینم به په تا ځائ ستا له جنت څخه . مطلب دادئ چي که یوسړي د یومومن زړه په یوشي سره خوشحاله کړي نوله دغي خوشحالۍ څخه چي ده ددغه مومن په زړه کښي داخله کړه الله پاک یوه پرشته پیداکوي چي هغه فرشته ددغه سړي ترمرګه پوري دخدائ عبادت کوي ، بیا چي کله دغه سړي مړ سي اوپه قبر کښي داخل کړسي نوبيا دغه فرشته ورته راسي ، بیا ترهغه پوري په هره مرحله کښي له مرحلو څخه دقبر اواخرت ، دده کومک اومدد کوي ترڅو چي دي وجنت ته داخليږي . اوم ( ۷ ) : همدارنګه داسلام پیغمبر په یوه حدیث کښي چي طبراني یې له حضرت عمر څخه مرفوعاً روایت کړيدئ فرمايلي دي چي : بهترین د نيکوعملو داخلول ( یعني راوستل ) دخوشحالۍ دي پریوه مومن باندي یعني مثلاً په دي ډول چي دَی لوڅ وي داغستلو جامه نلري نو د اغستلو لپاره وده ته جامه ورکړي ، اویادَی وږئ ويٍ ته ډوډۍ ورکړې اویا یو بل حاجت لري ته یې هغه حاجت ورپوره کړي . اتم ( ۸ ) : له ح ضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ان لله ا� �واماً اختصهم بالنعم لمنافع العباد یقرهم فیها مابذلوها فاذا منعوها نزعها منهم فحولها الی غيرهم ( رواه ابن ابي الدنیا والطبراني ) . یعني بیشکه الله جل جلاله لره ( یعني په مخلوقاتودده کښي ) داسي قومونه سته چي الله جل حلاله امتیاز ورکړيدئ په نعمتو خپلو سره لپاره د ګټواوفایدو دبندګانوخپلو چي قرار ورکوي الله پاک ودوۍ ته په دغونعمتو کښي ترهغو پوري چي ښيندي دوۍ هغه نعمتونه ( یعني وخلګوته یې ورکوي ) بیا هغه وخت چي م نعه کړي دوۍ دغه نعمتونه ( یعني له خلګوڅخه ) نو وکاږي الله پاک دا نعمتونه له دوۍ څخه ، بیاوګرځوي الله پاک دغه نعمتونه ( یعني وریې کړي ) وهغه چاته چي غیروي له دوۍ څخه . مطلب ددغه مبارک حدیث دادئ چي الله پاک ځني قومونه په خپلو نعمتو سره خاص ګرځوي ، یعني داسي نعمتونه ورکوي چي ونورو ته یې نه وی ورکړي ، خودا ددې لپا� �ه چی دوۍ د الله جل جلاله و بندګانو ته يه دغو نعمتو سره ګټي اوفایدې ورسوي ، په همدې سبب دغه نعمتونه الله جل جلاله له دوۍ سره تر هغه پوري دوام داره ګرځوي چي دوۍ په دغونعمتو کښي دالله (جل جلاله) له مخلوق سره امداد اوکومک کوي ، نوکله چي دوۍ په دغو نعمتو کښي امداد اوکومک خپل دخدائ ( جل جلاله ) له بندګانوڅخه بند کړي نوال� �ه پاک دغه نعمتونه له دوۍ څخه اخلي او ونورو خلګوته یې ورکوي . نهم ( ۹) : طبراني اوابوالشیخ له حضرت ابن عمررضي الله عنهما څخه روایت کړيدئ چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي دي چي : بیشکه سته ا� �له جل جلاله لره داسي مخلوق چي پیدا کړی يې دي دوۍ دپاره دحاجتو د خلګو ، چي فزع او رجوع کوي خلګ ودوۍ ته په ح وائجو خپلو کښي ، هغه خلګ ( يعني کوم چي الله پاک دخلګو د حاجتو لپاره پيدا کړيدي) هغه خلګ دي چي په امن دي له عذاب څخه دالله جل جلاله . محترمو وروڼو ! تاسي داسلام په دغومقدسو هدایاتو کښي فکر وکړۍ ترڅو چي په دې ښه پوه سۍ چي دا تنها او يوازي اسلام دئ چي وانسان ته داسي روزنه اوتربیه ورکوي چي که انسان هغه روزنه اوتربیه قبوله کړي نو په هرباب کښي به دغه انسان دعالم بشریت ، بلکي دتمام مخلوق لپاره خیرخواه اودسعادت بخښونکئ وي . و السلام ومن الله التوفیق ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان دسياسي او امنيتي حالاتو پرون او نن (۱)", "output": "اوس به څه کيږي؟ لومړۍ برخه د امريکاد متحدو ايالاتو نوي مشر( بارک اوباما) په افغانستان او سيمه کي د سياسي- امنيتي حالاتو د تر څېړني وروسته د روان کال د مارچ پر اووه ويشتمه، د افغانستان له پاره دخپلي ادارې نوې ستراتېژي اعلان کړه . د دې نوي ستراتېژۍ تر اعلان وروسته د سپيني ماڼۍ واکدارانو د ميليونو افغانانود هيلو او توقعاتو پر خلاف،په افغانستان کي د جمهوري رياست د «انتخاباتو» تر پردې لاندي بيا هم د حامدکرزي او ملګرو د فاسدي، معامله ګري او بې کفايته ادارې د دوام سيله اوملاتړ وکړ، چي داکارله ټولو هيوادپالو او خپلواکۍ مينوافغانانو سره، د ښکاره دوښمنۍ اوجګړې په مانا دئ . په دې لنډه مقاله کي د امريکايانو د نوي ستراتېژۍ، د يرغلګرو پوځود ست� �اتېژيکو نخشو په عملي کولوکي د حامدکرزي د ادارې د وړتيا او د هيوادپالو افغانانو د خپلواکۍ بخښوونکي مقاومت پر بېلابېلو اړخونو څولنډي خبري کوو؛ خو تر هر څه مخکي بده نه ده، چي د مسألې تاريخي پيلامې اوتسلسل ته يوه ځغلنده کتنه وکړو. لکه څنګه چي زموږ ټولو هيوادوالو ته څرګنده ده، د بوش د ادارې جنګ غوښتونکو واکمنانود ۲۰۰۱ميلادي کال د سيپتمبرد يوولسمي نېټې په انساني تراژيدۍ کي د اُسامه بن لادن او القاعدې د لاس لرلو په تور، د افغانستان دبېلابېلو مزدوروجنګي ډلو ټپلوپه مرسته، زموږ پر جنګ ځپلي هيواد وسله وال يرغل وکړ. په پيل کي تصورکېده، چي يرغلګر لښکر به د طالبانو د سخت دريځي واکمنۍ تر راپرزولو وروسته، د دې وران او ناارامه هیواد سياسي واک د افغانستان پخواني پاچا- محمد ظاهر(۱۲۹۳ هـ ش/ ۱۹۱۴م - ۱۳۸۶ هـ ش / ۲۰۰۷م) او دهغه امريکامآبه پ� �ويانه وسپاري؛ ځکه پاچا، د هغه کورنۍ او د سلطنتي نــــظام ډول ډول ځيره خورو په افغانستان کي د ام ريکايي لښکرو د سياسي او پوځي بري له پاره په خورا صداقت او اخلاص چوپړ وکړ. د امريکا د متحدو ايالاتو استخبا� �اتي ادراې( سي . آی . اې .) اصلاَد ظاهرخان او ځينو نورو امريکامآبه مزدورانو په کومک زموږ د هيواد زياتره جنايتکاري او ورانکاري ډلي ټپلي په يوه نامقدسه جبهه کي سره راغونډي کړې؛ او د خپل مځکني لښکر په توګه يې دطا� �ب شاهۍ په نسکورولو کي له هغو پراخه ګټه واخيسته . زموږ ويښو هيودوالو د سر په سترګو وليده، چي زموږ د هيواد د زړور ولس د سپېڅلي جهاداونه هېرېدونکو حماسو مُفت خور ټېکه داران يا په بله ژبه د هغو تش په نامه اسلامي تنظيمونو مشران، چي کلونه کلونه به يې د سپکو سپورو په ويلو سره د پاچا سيوری په توره واهه، پرون د خپلوک� �غېړنو شخصي، ګروهي او تنظيمي ګټو له پاره د هغه پرلاسو پرېوته؛ په روم کي د هغه استوګنځی ټولو فرصت غوښتونکو ډلوټپلو ته د کعبې حيثيت پيدا کړ . د هغوی له دې خاينانه طوافونو څخه لا څو ورځي نه وې تېري سوي، چي په کابل کي واکمني شمالي ټلوالي د پښتنو د يوموټي توب له بيري، د خپلو بهرنيیو بادارانو په لارښوونه، په سپين سترګۍاو لوچګۍ سره، هيواد ته د پاچا د ستنېدو مخنيوی وکړ . د بهرنيیو او کورنييو سیاسي دلالانو تر اوږدو چنو او معامله ګرييو وروسته، د شاهۍکورنۍ الوتکي ته په کابل کي د کښېنستو اجازه ورکړل سوه . په دې ډول، سي . آی . اې او ځينو نورو جاسوسي سازمانو په ګډه، زموږ په هيواد کي خپلو ستراتېژکو ګټو او د سياسي او پوځي قواوو نوي انډول ته په پام سره، پاچا او نوروسلطنت غوښتونکي د سياسي واک له ډګر څخه ليري کړه؛ پا چا ته يې د هغه د ه� �اړخيزو او صادقانه خدمتونو په بدل کي يوازي د « ملت دبابا » نمايشي لقب ورکړ؛ او دهيواد د چارو ټول واک يې د خپل وفادار نوکر- حامد کرزي په مشرۍ د انسان وژني، ورانۍ او لوټمارۍ تر ټولو بدناموجنګي- سياسي ډلوټپلو ته وسپاره . له لدې جنګي او سياسي ډلو سره جوخت د متخصصينو، کارپوهانواو سلاکارانوپه نامه د حرفه يې غلو او روزل سوو جاسوسانو لښکر هم ورمات سو، چي له وخت او مساعدو حالاتو څخه په ګټي اخيستني سره له يوې خوا خپل جېبونه ډک کړي؛ او له بلي خوا په افغانستان کي د يرغلګرو پوځو او د هغو دبې کماله مزدورانوپر ناروا واکمنۍ دچاخبره د« مشروعيت »پرده وغوړوي . په افغانستان کي و وينو تويولو او ورانۍڅلرم يا اوسنی پړاو په دې ډول پيل سو . د نړۍ د څلويښتو هیوادو نابللو لښکرواو د دې هيواد پېژندل سوو جنايتکارو جنګي- سياسي ډلونيژدې اته کاله، زم وږ په ربړېدلي ولس هغه کانې وکړې، چي چايې په تاريخونوکي ساری او مثال نه ؤ ليدلئ . بې ګونا کليوال او لارويان خوڅه چي د ودونو وراوي او دغمجنو پاتاوي هم له هوايي بمبارييو او مځکنييو بريدونو ونه ژغورلي سوې؛ د دې وطن کړېدلوبچيانو( زړو او ځوانانو) د طالب او القاعدې په نامه دګوانتانامو، بګرام، کندهاراو پلچرخي په تورو مح بسونو کي رنګارنګ بشري ضد ځوروني اومشقتونه وګالل؛ بهرنييو پوځو د شپې په تياروکي دخلګود کورونو د� �وازې په بمونو والوزولې؛ د هيواد په ځينو سيموکي کوچنيان او ښځمني دکاوبای صفته يرغلګرو له خوا په سپيیو وداړل سوه؛ او د ټولو افغاني دودونو پرخلاف زموږ د خوندواومندوپه کالوکي تلاښۍ او پلټني وسوې؛ د هيواد زورواکو م زدورانو هم د توپک او برچې په زور زموږ د کړېدلو خلګو پر ناموسونو او مالونو داسي تيري وکړه، چي په ریشتيا سره يې قلم له ليکلو عاجز دئ . دې د بربنډ زوراو ظلم، برالا غلاوو او بې عدالتيیو په هيواد کي د جګړو اونا امنييولمن پراخه کړه؛ او دا دئ اوس د هري ورځي په تېرېدوسره لازور او پراختيا مومي . په بشپړ يقين سره، پردو پوځونواو دهغو زورواکو ګوډاګیانو افغانستان ته د سولي او امنيت، خوښۍ او نېکمرغۍ پرځای جګړې او نارامۍ، جنازې او پاتاوې، اوښکي او ويرونه راوړي دي . په دې بې رحمانه جګړو اوخونړييو نښتوکي د تروريستانو او شر اچوونکو پر ځای، هره ورځ زموږ بې ګونا خلګو ته سترځاني او مالي زيانونه رسيږي . په داسي دردناکو شرايطو او حالاتو کي د بارک اوباما له ادارې څخه زموږ د رټېدلو او زوکلېدلو خلګو يوازنۍ هيله داوه، چي په افغانستان کي د سولي او امنيت د تأمين له پاره نور په کابل کي د بوش د جنګ غوښتوونکي ادارې دبې کفايته او مختورو مزدورانو له کومک او پلوي لاس واخلي؛ او نور په دې ويجاړ هيواد کي دجګړو، ناارامييو، لوټونو، ورانييو او ډول ډول زورزياتييو عام� �انو ته په خپله غېږ کي ځای ورنه کړي؛ خوپه ډېري خواشينۍ سره اوس ګورو، چي د سپيني ماڼۍ نوو واکدارانو هم د تعقل او منطق لاره پرېښووله؛ او د بوش دادارې پر پله يې پل کښېښود؛ ځکه تر اوسه پوري هم د بوش دخپلسري او تاړاکګري ادارې له هغوپوچو پوځي ډکټورينو سره سم عمل کیږي، چي ويل به يې : «يازموږ سره يې يا زموږ پر خلاف يې! » په افغانستان اوسيمه کي له مخالفينو سره د خبرو او جوړجاړي پر ځای دنورو عسکرو دزياتولو له لاري د زور او قوې لاره غوره کول؛ اود تپل سوو فرمايشي انتخاباتو تر پردې لاندي د خپلو رسوا ګوډاګيانو د واکمنۍ اوږدول، ټول په دې ناارامه هيوادکي د نورو وينو تويولو اوورانييو د دوام په مانا دي . امريکايانو او دهغو نورو پوځي او سياسي متحدينو په افغانستان کي دکرزي د مزدوري، جنايتکاري او بې کفايته ادارې په سياسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ سره ټولي نړۍ ته دا ثابته کړه، چي هغوی په افغانستان او شاوخوا پراخه سيمه کي د تروريزم او افراطيت د له منځه وړلو په پلمه، اصلاًد خپلو کرغېړنو ستراتېژيکو نخشو د عملي کولو له پاره، زموږ هيواد او سيم ي ته راغلي دي . د مرکزي اسيا او کسپين سمندرګي پر شاوخوا د تيلو او غازود پرېمانه سرچينو ترلاسه کول، د يوه ګوډاګي يا لږ ترلږه خواخوږي حکومت له لاري دايران د تيلو سترو منابعو ته لاس رسی او د هغه هيواد د لانجمن اټومي پروګرام د پرمختګ مخنيوی، په سيمه کي د روسيې د پراختيا غوښتوونکو خوبونو او نخشو د تح� �ق په لارکي د خنډونو رامنځ ته کول، د چين دسياسي، پوځي او اقتصادي پرمختګونو نيژدې او دقيقه څارنه، د پاکستان د اټومي وسلو ترلاسه کول، په سيمه کي داسراييلي نفوذ په وړاندي د بېلابېلو خنډونواو موانعو له منځه وړل، په سيمه کي د ملي او خپلواکۍ غوښتوونکو غورځنګونو ځپل يا تر شا کول، د ترياکو او نورو نشه يي موادو د توليد او � �اچاق له لاري د پټو ګټو تر لاسه کول، د غيرعادلانه تړونونو او معاهدو په مرسته د سيمي دکمزورو هيوادونو پر سياسي او اقتصادي نظامونو اغېزه ښندل او داسي نور ټول په افغانستان او سيمه کي د امريکااو متحدينو د ست� �اتېژيکو نخشو مهمي برخي دي . له همدې امله، جګړواو ناارامييو ته په لوی لاس لمن وهل کيږي، چي يرغلګرو پوځونو ته په افغانستان او سيمه کي د اوږد مهاله پاته کېدوډول ډول پلمې برابري کړي . روښانه خبره ده، چي د پردو لښکرو دا توري نخشې او هدفونه يوازي د اوسنۍ پليتي او لاس پوڅي ادارې په چوکاټ کي دعملي کېدو وړ دي . افغانستان ته د نورو پوځو لېږل او دبهرنييو يرغلګرو لښکرو د الوتکو او ټانکونو تر وحشتناک سيوري لاندي د انتخاباتو پوچه او نمايشي ډرامه، ټول د دې واقعيت ښکارندوی دي، چي د امريکا په مشرۍ پردي پوځونه غواړي، زموږ خپلواک هیواد تل تر تله د خپل استعمار او مريي توب په ځنځيرونو وتړي؛ په خپله يې اساسي قانون جوړ کړي؛ په ش� �مناکو ټګييو برګييو يې واکمنان وټاکي؛ اوپه پای کي يې په خپل مرګوني جنګي ماشين او بې شمارومالي مرستوسره تل ترتله د واک پرګدۍ وساتي . د امريکايي يرغلګرو دا خوبونه به د نورو استعمارګرانو په شان په خاورو کي لاهو سي . که بارک اوباما او د ائتلافي ځواکونو نورو سياسي مشرانو ته تر اوسه نه وي روښانه، د امريکا او انګليستان ټولو مؤرخينو ته په بشپړه توګه څرګنده ده، چي د همدغو افغانانو پلرو او نيکونو په نونسمه پېړۍ کي په تشو لاسو د بريتانيا په اصطلاح مُعظم پوځ ته درې پلاماته ورکړه . د انګرېزي پوځيانو هيڅ پښت به په « جګدلک» او« ميوند » کي د خپل يرغلګر پوځ شرمناکي ماتي هيري نه کړي . که د افغانانو په سرلوړې خاوره کي د هخامنشانو، مقدوني سکندر، مغو� �و او صفويانو ماتي اوس يوازي د تاريخونو په زړوکي ښخي دي، نود روسي یرغلګر پوځ شرمناکه ماته خوتر اوسه دزړورو افغانانو اونړيوالو له ياده نه وتلې . هر چا د سر په سترګو وليده، چي په دې خونړۍ جګړه کي د نورو تاريخي معرکو او حماسو په شان د افغانانو او سره پوځ ترمنځ هيڅ ډول تناسُب او برابري نه وه . اوس هم د دې هيواد اتل بچيان د پردو لښکرو له ډېروالي او سمبالښت څخه هيڅ بېره او اندېښنه نه لري . که د ډېرو پوځونو په راوستلو سره د افغانستان خلګو اطاعت او غلامۍ ته غاړه ايښوولای، نو د روسانو يولک و شل زره سره پوځ ته به يې ايښې وای . افغانان د خپلو پلرونو او نيکونو په څېر په دې ښه پوهېږي، چي افغانستان ته راتګ خورا اسانه؛ خو له هغه څخه وتل ډېر مشکل او ان ناممکن کار دئ . د يرغلګرو لښکرو عددي او لوژستيکي برلاسی ، توپونه او ټانکونه، الوتکي او بمونه هيڅکله د خپلواکۍ، ناموس او ملي ارزښتونو په ساتنه کي، د مېړنييوافغانانو کلک هوډونه او غښتلي ارادې نسي ماتولای . د افغانستان د حماسه جوړونکي تاريخ څېړونکي به ددې خبري پر سموالي او ريشتياوالي هم شاهدي ورکي، چي د به� �نيیو غليمانو سياسي دسيسو او پوځي تاړاکونو تل د دې مځکي اتل او سرښندونکي زامن د مبارزې او مقاومت په يوه مورچل کي درولي دي . په بله ژبه ، بهرني تېري تل دافغانانو خپل منځي اختلافونه او تربګنۍ له منځه وړي دي . بايد دا خبره يو ځل بيا تکرار سي، چي د بمباريیو او زيندی کولو، دسيسواو توطيو له لاري د افغاني ستونزو د ح� �ولو له پاره هڅه، هيوادپالو افغانانو ته له مخــــالفت او مقاومت پرته بله هيـــــــڅ لارنه پرېږدي . هيڅوک له دې روښانه حقيقت څخه سترګي نسي پټولای، چي پرافغانستان د امريکا او نورو ائتلافي لښکرو ت� �پوځي يرغل مخکي چانه په سوات اووزيرستان کي د خونړييو جبهو نومونه اروېدلي وه؛ او نه هم چا د ډيورينډ د تپل سوي کرښي دې خوا او هاخوا د ځان وژنکوپېښوڅه نښه نښانه ليدلې وه. واقعيت دا دئ، چي د افغانانو سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ته د پردو لښکرو سپکاوي، د رژيم اړولو ناروا لاره، د هغو بې پروا او بې مسووليته بمباريیو، په هيواد کي د جنايتکارو او لوټمارو مزدورانو ډول ډول ظلمونو او په پای کي د خلګو د لوږي، بې کورۍ، بې کارۍ او � �سګونو نورو حياتي مسألو په وړاندي د فاسدواو بې کفايته حاکمانو ناوړه دريځ ، د دې هيواد هره کوڅه او هر کجګر د جګړې اوبدامنۍ په خوراخطرناک مورچل اړولئ دئ . د بارک اوباما ميليټاريستي سیاست به بېله شکه د هري ورځي په تېرېدو سره د سولي او امنيت د ټينګښت له پاره زموږ د کړېدلو هيوادوالواوګرده سیمي د اوسېدونکو انساني هيلي او باورونه له خاوروسره خاوري کړي . که د بوش د ادارې په شان پر دې بدمرغه لار او دغي استعماري ستراتېژۍ ټينګار وسي، نودا امکان ليري نه دئ، چي افغانستان امريکايانو ته په يوه بل ويټنام واوړ ي؛ او د نړۍ په روان اقتصادي کړکېچ کي به د اوباما افغاني ويټنام، امريکا ته په ډېره لويه بيه پرېوزي . د امريکا په کانګريس کي د ډيموک� �اټانو د يوه رپوټ له مخي : « په عراق او افغانستان کي د امريکا د جګړو لګښت، د هغو پيسو نيژدې دو چنده ته رسېدلئ دئ، چي لومړی يې فکر کېده. هغوی وايي :'پټو لګښتونو' د جګړو ټولي پيسې لږ و ډېر يو نيم ټريليون امريکايي ډالرو يا د غوښتل سوو پيسو- اته سوه څلور بيليون امريکايي ډالرو- نېژدې دوه چنده ته رسولي دي .» ( د بشپړ تفصيل له پاره دغه ويبپاڼه وګورئ :http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/americas/7092053.stm(په داسي حال کي چي کين ډيلانين په « يوايس اې ټوډې» کي دکانګريس د بودجې د دفتر د اټکل له مخي ليکي : « په راتلونکې لسيزه کي ښايي په عراق او افغانستان کي د جګړو لګښت دوه اعشاريه څلور ټريليون امريکايي ډالرو يا د هيواد د هر سړي، ښځي او کوچني پر سر اتو زرو امريکايي ډالرو ته ورسيږي . (نور مالومات په دغه ويبپاڼه کي وګورئ :http://www.usatoday.com/news/military/2007-10-23-wacosts_N.htm(له بلي خوا لکه څنګه چي د � �ويټر خبري اژانس په يوه خبر کي را غلي دي : « دکانګريس د بودجې د دفترد رپوټ له مخي به په ۲۰۱۰م کال کي د جمهور رييس بارک اوباما له خپل بودجوي له پلان سره سم د امريکا د متحدو ايالاتو د بودجې کسر يا کمښت يواع� �اريه درو څلوېښت ټريليون امريکايي ډالرو ته ورسيږي، چي تر مخکي اټکل سوو يو اعشاريه درې سوه نه اويا ټريليون امريکايي ډالرو لوړ دئ .( د دغه خبر بشپړ جزييات په دې لينک کي وګورئ :http://www.financialpost.com/news-sectors/story.html?id=1701909(د اقتصادي ماهرانو د څېړنو له مخي، په افغانستان او عراق کي د جګړو دا سرساموونکي لګښتونه او د امريکا د متحدو ايالاتو روان کورنۍ اقتصادي کړکېچ د ټوکو اومسخرو خبري نه دي . هوپه دې کي شک نسته، چي د امريکا متحده ايالتونه، د نړۍ ستر پوځي او اقتصادي قدرت دئ؛ خو دا خبره هيڅکله په دې مانا نه ده، چي لوی ځواکونه تل ترتله له هر ډول بحـــــرانونو او کړاوونو څخه ژغــورلي دي . پخوانی شوروي اتح ادهم د خپل وخت تر ټولو لوی پوځي او اقتصادي طاقت ؤ؛ مګر له افغانانو سره په خپل ناروا او بې منطقه جنګ کي د سترو انساني، پوځي او اقتصادي زيانونو په سبب، په پای کي د مځکي په غېږ ورغی؛ لويه او ناپايه امپراطوري يې پر پينځلسو ټوټو و وېشله سوه . روانو شرايطواوحالاتو ته په پام سره، هر عاقل او هوښيار سړی په دې ښه پوهېږي، چي په راتلونکونمايشي انتخاباتو کي د کابل د اوسنۍ ادارې د سيالانو او مخالفينو د بري چانس نه يوازي ډېر محدود، بلکي ناممکن دئ . ټول افغانان د سر په سترګو ګوري چي د مغرضو پردو پوځي، سیاسي، اقتصادي او تبليغاتي ماشين په څرګنده د حامد کرزي په مشرۍ د اوسنييو جنايتکارو مزدورانو د بقأ له پاره هلي ځلي کوي . په دې حقيقت کوچنيان هم پوهېږي، هغه انتخابات چي د بيري او ناباورۍ، سياسي او اقتصادي نابرابرۍ او تر ټولو مخکي د ي� �غلګروپردو د توپ او ټانک تر کرغېړن سيوري لاند ي کيږي، هيڅکله مشروعيت او حقانيت نسي لرلای . خپلواکي، ډيم وکراسي، انصاف، برابري، ملي غرور او افغانيت د پردو لښکرو له واکمنۍ سره بشپړ مغايرت لري . د انتخاباتو په نامه دا مکرجنه او شرمناکه ډرامه په هيڅ ډول زموږ د خلګو اراده او غوښتنه نه د ه . بالعکس، دا سياسي لوبه د استعمارګرانو او زورواکو مزدورانو کرغېړنه اراده تمثيلوي . په داسي حال کي، چي زموږ رټېدلي او کړېدلي خلګ په هيواد کي د مزدرو ډلو ټپلو د بې کفايته اوغيرعادلانه نظام د واکمنۍ له امله يوې ګولې ډوډوۍ ته اريان دي، د ام ريکا په مشرۍ بهرني هيوادونه نن خپل مزدور رژيم ته د « مشروعيت » ورکولو په تمه دوه سوه درويشت (۲۲۳) ميليونه � �الره پر هغه خندنۍ ننداره لګوي، چي زموږ د هيواد بې وزلو خلګو ته يې هيڅ خير او ګټه نه رسيږي . داسي انتخابات که په افغانستان کي وي يا بل هرځای کي هيڅ هيوادپال، خپلواک او بې پرې کس ته د منلو وړ نه دي . پردې يرغلګر بايد � �ه تاريخي تجربو زده کړه وکي، چي د افغانستان د خلګوارزښتناکي سياسي چاري او ستري ملي مسألې په داسي ټوکو او م سخرو نه حليږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له خبريالانو سره نن بيا بد چلند وشو.", "output": "ګڼ شمير خبريالان نن دخيرخانې كوتل ته چې دكابل په شمال كې پرته سيمه ده ددې لپاره چې دامريكايي موټر دټكر كره معلومات دخلكو غوږونو ته ورسوي ورغ� �ي وه. دملي امنيت بې شميره كاركونكو سيمه په ولكه كې درلوده دوی خبريالانو ته اجازه نه وركوله چې د موټر داوښتلو تصوير واخلي او ان تر دې چې د رويترز عكاس يې وواهه. دازادۍ راډيو له خبريالې يې د ثبت ټيپ وا خيست داريانا تلويزيون خبريال يې دڅو ساعتونو لپاره په نظر بند كې ساتلی وه ټول خبريالان يې څارل. دالمان غږ � �اډيو خبريال احساس بېنوا ته وويل چې دا لومړی وار ندی چې له خبريالانو سره كيږي پخوا تر دې هم ورته عمل ورسره � �وی دبينوا خبريال هم سيمه ته ورغلی وه خو د خبر جوړولو لپاره هيڅ ډول معلومات تر ګوتو نه كيدل. په پای كې دملي امنيت يو مشر دخبريالانو خواته راغی او له ټولو خبريالانو يې وغوښتل چې سيمه پريږدي او له خبر لاس واخلي. دوی دا هم ويل چې له داسې مسايلو بايد خلك خبر نشي ځكه ښايي كومه بله بلوا رامخ ته نشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ټليفون استعمال په روغتون كې زيان نلري", "output": "نويو څيړنو روښانه كړه چې په روغتونونو كې د ګرزنده ټيليفون استعمال هيڅ راز ناوړه پايلي نلري د امريكا د منيسوتا ايالت د مايو روغتون ډاكټر ښاغلي ډيويد هايس پرون اعلام وكړ چې د دوي د ډلي نوي څيړني ښيې چې كه چيرته په روغتونونو كې ګرزنده ټيليفون وكارول شې نو د پخوا هغه عقيده چې ويل يې په طبي وسايلو به ناوړي اغيزي وشيندي سل په سلو كې غلطه ثابتيږي . نوموړي وويل:دوي د نړۍ د دوو پيژندل شويو كمپنيو ګرزنده ټليفونونه د خپل روغتون په ۱۹۲ ډوله بيلا بيلو وسايلو آزمويلي او پايلي يې ښيې چې ګرځنده ټليفون هيڅ ناوړه اغيزي نلري . له دي مخكې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډيرو هيوادونو كې د روغتونونو په د ننه كې د موبايل ( ګرځنده ) ټيليفون په استعمال بنديزونه لګول شوي ول چې تر اوسه هم دوام لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ديوموټردچپه کيدوله امله دري تنه وژل شوي", "output": "دپکتياولايت دتيراکنډوپه سيمه کې ديوسرف موټر دچپه کيدوله امله دري تنه وژل شوي دي دپکتياولايت داطلاعاتوکلتور اوځوانانوچاروريس دين محمد د� �ويش بينوا ويب پاڼي ته وويل چي په وژل شويوکسانوکي يوتن دپکتياولايت دولايتي بيارغوني ډلي بهرني انجينر اودوه تنه افغان ساتونکي شاميل دي درويش زياتوي چي موټرديخ دخويداله امله چپه شوي او٣٠٠متره لاندي لويدلی چې موټر هم په مکمله توګه خچ پچ شوي هم دي. دپکتياولايت دتيراپه کنډوکې دغه پيښه په داسي حال کې رامنځته شوي چې ديته ورته پيښي کله ناکله دژمي په موسم کي دزياتي واوري دوريدا له امله رامينځته شوي چې ډېر وخت دمرګ اوژوبلي خبرونه هم دځانه سره لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "باميان: 500 کلوگرامه چاوديدونکي توکي ناکاره شول", "output": "د افغانستان له مرکزی ولايت بام يانو څخه خبر رارسيږي چې هلته د نيوزيلانډ هيواد ولايتي بيارغوني ډلي شاوخوا 500 کيلوگرامه چاوديدونکی توکي نن د جمعې په ورځ له مينځه وړي دي .د پي ار ټې د امنيتی چارو يو چارواکي تورن جان نن وويل چې دا مواد يې د مرکز څخه شمال لوري ته 5 کيلومتری لري پرته د سرخ در په سيمه کې ناکاره کړي دي. د ښاغلي جان پر وينا چې له تيرو 12 مياشتو راپدی خوا يې نږدې 8 ټنه چاودیدونکي توکي په باميانو کې را ټول کړي او بيا يې له مينځه وړي دي . هغه د بامیانو له اوسيدونکو غوښتنه وکړه چې د خپل ځان او ماشومانو د ژغورلو لپاره ورسره چاوديدونکي توکي دوی ته وسپاري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دعلامه رشاد بابا د لومړي تلين له پاره دچمتوالي غونډه", "output": "دعلامه رشاد بابا د لومړي تلين د جوړيدړنكي غونډي په اړه د روان كال د لړم پر ۱۹ مه دپنجشنبي په ورځ دچمتوالي غونډه د كندهار په اطلاعات ،كلتور او ګرځندوي رياست كي جوړه سوه په غونډه كې پريګړه وسوه چې د علامه رشاد بابا بېنوا كندهار دعلامه رشاد بابا د لومړي تلين د جوړيدړنكي غونډي په اړه د روان كال د لړم پر ۱۹ – مه دپنجشنبي په ورځ دچمتوالي غونډه د كندهار په اطلاعات ،كلتور او ګرځندوي رياست كي جوړه سوه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بې وسه توتکۍ", "output": "کوچنۍ نجلۍ چې زګیروی یې وو پر غوا نوره هم ومښتله تر څو نوره هم د هغې تودوخه حس او ځان پرې تود کړي، غوا هم لکه سکه مور غیږ ه ورته پراخه کړه او پر وېښتانو یې د مهربانی ژبه ور تیره کړه.په غوجله کې هاخوا یوبرګ خر ولاړ سر یې په اوخور کي دننه او کرۍ شپه د واښو په خوړلو بوخت وو اود غوجلی په منځ کي بیا دوې وزې مخ په مخ پلنی او د شخوندپه ژبه یې د یو بل سره د زړه خواله کوله.د غوجلې هوا نمجنه او د بد بویي خړوسکي او توښ ترې پورته کېده ،او په کې تکه توره تیاره وه، خودبام دکوشني کولک نه د سپوږمی وړانګو یوه لپه غوندی ځای لکه شمع روښانه کړی وه. د منی آرامه شپه وه یوازی له غوجلي نه د شخوند او زګیروي ږغونه ورو ورو راپورته کیده.سپېدی مهال د چرګانو د بانګونو او دمرغیود چنهار سره د غوجلي پنډه پينه یې پرده پورته شوه اوترې توری غټیګردی پړسېدلي سترګې راښکاره شوې ، دیخوا هاخوا یې لکه ویرې اخېستی او ترهیدلي سوی سترګې و لغړولې، بیا د سپره کوشنۍ مخ ،کوډله وېښتانو ،پړسیدلی وچ شونډانو شکېدلي ګریوان ،لوڅو پښو او جړانګي بړانګي لکهټاټ کمیس سره په څلورو را بهرشوله، په بیړه لکه مږه غوندی څو واری غوجلي ته بهر او دننه شوه او چې ډاده شوه څوک نشته د ویالې خواته یې په څلورو منډه کړه اوپه اوبو کي یې خرچلکی کړې او بیرته ژر غلې په غوجله ننوتله او بیا یې په هغه زړه او ماته ږمنځ چې هلته یې په پروړو کې موندلې وه لومړی د غوا بیا د خره او د وزو وېښتان په وار سره لکه هره ورځ ور ږمنځ کړل.د هغې تښۍ، ملا او پښو درد کاوه ، پرون بیا د غوجلي کوټوال هغه د غوجلي نه بهر لیدلې وه ځکه هغې پيتاوی ته د غوا ویښتان ږمنځوله . هغه په سخته او شډله ژبه کنځلی ورته وکړې اوبیا یې په تښۍ سر او شاڅو لغتې وواهله ، چې تښۍ یې تر اوسه درد کاوه او شپه یې هم تر سهاره په ایشدلی تبه تیره کړی وه.د توړۍ د پښو د ږ غ په اوریدو د وړې جنۍ تندی لا نوراوار شو او له خوشالۍ په دوو پښو ودرېدله.توړۍ د غوا لوشولو وروسته د پلو څوکه پرانیسته او یوه ټوټه ډوډۍ یې چې هلته غوټه کړی وه په ډار سره وړې جنۍ ته ورکړه هغې هره ورځ یو څه : سوړسک، کورت ، ګوړه او ډوډۍ په پټه د خدای له ویری وړې جنۍ ته راوړله اوکله کله به یې هغې ته یو غړوپ شودې هم په پټه ورکولې.وړې جنۍ نوره خپله ژبه هیره کړی وه د بودهګانو سره یې په تیاره غوجله کې د زړه خواله کوله او بیا به د غوا په غیږ کي تر سهاره پراته وه او د هغې سره به یې شپشتی ، واښه او کونجاړه خوړلهکله کله به د ګاوندي دکور ماشوم هغې ته د بام له تېغې نه لکه دچرګې دانه او میده ډوډۍ اچوله او هغې به په ډار سره دانه په دانه له خټو نه ټولوله او خوړله.دو کاله تیر شوی وه ، هغې هر څه هیر کړی وه هغې سوچ کاوه دا هم بوده ده او هر څه ورته عادی شوی وه.نن یې د نورو ورځوپر خلاف د غرمې لخوا د پښو ږغونه واریدل ،ږغونه ورو ورو د غوجلی خوا ته نژدی کیدله ،د هغې غوږونه د بې وخته ګامود ږغونو به اوریدو بوڅ شول ، د ګامو په نژدی کیدو سره د هغې ډار نور هم زیات شو، لکه پاڼه غوندی رپېدله ، نود اوخوار تر څنګه د خپلو زنګونونه تر شا یې ځان پټ کړ ، سترګې یې له ویرې ډکي شوې، ژامه یې ریږدیدله، غوږونه یې بوچ او د پښو شمه یې ووتلی وه، زړه یې سخت درزېدی ، وړو وړو یې سولګی واهلې، اوغونجه منجه کښیناستله. نا چاپه د غوجلی پنډه پرده پورته شوه د لمر د وړانګو سره څو تنه به غوجله ننوتله،هغې خپل مخ او سترګې په خپړو وپوښلۍ ، د پرون د لغتو درد یې لانور هم زیات حس کړ ، هغې تل په خوب کي د کوټوال چخړنی پړسیدلی شنې سترګې، سره بخونه په نکریزو رنګ کړی څوکړه ږیره ، اوبلنه خوله ، راوتلې خیټه لیدله ،اوس یې هم هغه په پټو سترګو لیدی چې د دې خواته له څو نورو سره رانژدی کیږی،او دا تر لغتو لاندی نیسی.ځکه د دی پلار دد غوجلی د کوټوال د لور سره د نیولو په تور بندي شوی وو.یولاس وړه جنۍ له اوږی ونیوله. هغې هر کړۍ د لغتو د وارو انتظار کاوه نو ناببره یې له خولې یوه سوی کریغه ووتله په پټوستر ګې یې په ډول ډول زاریو شانتي چمو سره ویل غوښتل چي نوره له غوجلی نه نه وځم . یو پولیس خپل ورسره سړی ته وویل :دا هغه جنۍ ده؟هغه ورته ښه وکتله او ویې ویل : هو .پولیس هغه په غیږ کي راپورته او په یوه پټو کي یې ونغښتله او هغې ته یې په ځیر ځیروکتل:.خړه پړه ډنکره وړه جنۍ چي ایشدلی تبه یې وه ، د خولې له کونجه یې د وینو رابهیدلې یوه وچه لیکه لیده کیده ، پړسیدلي شینه چاودی شونډان ، د منی د پاڼو غوندی تکه ژیړه چې پوستګی یې پر هډکو موښتی وو، له ویری رپېدله ،په خوشایولړلې او سترګې یې پوټی نیو لې وی ، له غوجلي نه بهر را ویستله . هغې ته د انسان غیږه بل ډول خوند ورکړ نوچوپ او نا خوځنده شوه. په سترګو کي یې د خوشالۍ اوښکې ولغړیدی نو ورو یې سترګې پرانیستې ،سترګې یې ژر ژر و رپولې ، پټه خوله وه پولیس هغې ته اریان دریان کتل هېښ پاته وو هغه هم په همدې سن لور درلوده او په کتو کتو ورته خپله لور واېسیده د هغه سترګې هم سرې او د اوښکو ډکی شوې د اوښکو څوغټ څاڅکی یې بې اختیاره توی شول . نووړه جنۍ یې نوره هم پر سینه نوره هم ټینګه کړهد وړې جنۍ شونډی ناچاپه ورپېدې په ټیټ او ریږدېدلی ږغ یې ورو لکه ورۍ مازی تر ژبې لاندي د مننې په پار وویل : بع بع دمحمود نظري ليکنه - ۲۴- ۵- ۲۰۰۶ ددې کيسې د کاپي کولو څخه ډډه وکړﺉ - بېنوا ويبپاڼه -"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دنړۍ ډېرې چاپېدونکې ورځپاڼې", "output": "يوميري شمبون (yomiuri shimbun)چې د جاپان له توکيو ښارڅخه هره ورځ سهار او ماښام خپرېږي د تېراژ له پلوه د نړۍ ترټولوډېر چاپېدونکى اخباردى ددې ورځپاڼې ورځنى تېراژ اوولس مي� �ونه پنځه لکه پنځه اتيازره او څلورسوه څلورشپېته دى په دې ورستيو کې ددې ورځپاڼې د ګهيځ لخوا تېراژ دولس ميلونه درې زره پنځه سوه دېارلس او د ماښام خپرېدا يې پينځه ميليونه يو لک يواتيازره نهه سوه يوپنځوس دى دا اخبار په � �ومړي ځل په ١٨٧٤ زېږدي کال خپور شوى وو. د پخواني شوروي اتحاد ورځپاڼه پراوډا ( (pravda د ٢٠٠٥ زېږدي کال د جون د مياشتې ورځنى تېراژ(٩٨،٢٤) ميليون ټوکه وو . او د انگلېسي ژبې ١٠ لويې ورځپاڼې و� �ځپاڼه هېواد ورځنى تېراژ ١:دي سن ((the sun برتانيا درېنيم ميليونه څلورپنځوس زره ٢: ډلي ميل((Daily mail برتانيا دوه ميليونه درې لکه اووشپېته ز� �ه ٣:دي مرر( (the mirror برتانيا دوه ميليونه دوه لکه دوه شپېته زره ٤: وال سټريټ جرنل امريکا يوميليون اووه لکه درې پنځوس زره ٥:يو ايس اې ټوډې امريکا يونيم ميليون يو لک دوه اويا زره ٦:ټايمز اف انډيا هندوستان يونيم ميليون ٧:نيويارک ټايم ز امريکا يو ميليون او يو لک ٨:لاس انجليس ټايم امريکا يو ميليون ٨٧ زره ٩:ډيلي ايکسپريس ب� �تانيا يو ميليون ٤٤ زره ١٠: ډيلي ټيلي ګ� �اف برتانيا يو ميليون ٣٣ ز� �ه ليکنه: نوراحمد (عايل) پکتيا ولايت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ارمنستان يو مسافر وړونکى الوتکه غورځيدلې", "output": "د ارمنستان د هوايى کرښې يو وزر ٣٢٠ اير باس ډوله مسافر وړونکى الوتکه پرون ماښام د رادار له صفحې څخه د تور بحيرې د پاسه لادرکه شوې ده . دغه الوتکې د ارمنستان له پلازمينې ايروان څخه د سوشى ښار په لور ١٠٠ تنه مسافرين ليږدول . روسې چارواکو ويلي چې د الوتکې ټوټې د سوشى ښار ته تور سمندر ګې کې پيدا شوي دي . تر اوسه يوازې ١٥ مړى چې ٥ يې ماشومان دىپيدا شوى دى او د ژغورنې عمليات سختو اورښتونو له ستونزو سره مخامخ کړي دي. په وروستى رپوټ کې ويل شوي چې د الوتکې ١١٣ تنه سپرلى او عمله وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بازار ته به له هارډ ډیسک (Hard disk) پرته لپ ټاپونه (Laptops) راځي!", "output": "په راتلونکې اونۍ کې به د سوني (Sony) شرکت خپل هغه لپ ټاپ (Laptop) کمپیوټرونه چې په هغه کې د کلک ډیسک (Hard Disk) په ځای د فلش حافظې ځای په ځای شوې ،بازار ته وړاندي کړي.له څه مودې را پدیخوا کارپوهانو دفلش له حافظې سره د هارډډیسکونو د ځای نیوونې په هکله وړاندویینه کړې وه.له هارډډیسکونو سره په پرتله د فلش حافظه سپکه ،بی غږه،چټک او کم لګښته ده او د خوځنده ټوټو د نه لرلو له امله د هغوی د ژوبلیدو احتمال ډیر کم دی.که څه هم له هارډډیسک سره په پرتله، د فلش د حافظی د هر ډول بیه لوړه معلومیږي خو بیا هم د دې حافظې د بیې دکموالي بهیر په داسې ډول دی چې د سوني په ډول دځاني کمپیوټرونو (Personal PC) ځیني تولیدوونکي د فلش له حافظې سره د هارډډیسکونو بدلون پیل کړی دی.په پخوانیو � �ولونو کې د Vaio UX90 په نامه د سوني (Sony)نوی لپ ټاپ د ۳۰ ګیګابایټي (GB) هارډډیسک په ځای د ۱۶ ګیګابايټي فلش حافظې لرونکی دی او له دې سره سم د هارډډیسک لرونکي لپ ټاپ په پرتله یې بیه د ۳۴۰ ډالرو په شاوخوا کې زیاته ده او بیه یې ۱۸۰۰ ډالره اعلان شوې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جګړې", "output": "جګړې مه کوي خبرې وکړیترجګړوښې دي دخبروپايلېجرګې چي کړی لومړی ترې ځان خبرويبدې راځي دبې خبروپايليچي دشاهين پرځاله ځان مړويتاسوبياګورئ دکوتروپايليدمظلوم اوښکي هم بې څه مه ګڼئماوليدې دستم ګروپايليډېردي دخپلوتوبرومارخوړليبس داسي وي دپاړوګروپايليدکلۍ وار� �ته جمالياره يارهغم زېږوي دښکروروپايلي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتيکا غلا او وژنه تر سره شوې", "output": "د پکتيکا ولايت مرکز شرنې ته نږدې وسله والو کسانو چې فوځى جامې يې په ځانو کې وې ، تيره شپه د يو سوادګر کوټ لوټ کړى او هر څه يې ترې نه وړي دي.د پکتيکا والى اکرم خپلواک د پېښې پخلۍ کړى او وايى پلټنې يې پيل کړي دي .همداشان يوې ډلې ټوپکيانو ددغه ولايت په سروبى ولسوالۍ کې د ټکسى م وټر يو چلونکى وژلى او موټر يې ترې نه وړى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسماعيل هنيه له القاعده سره د اړيکو تور رد کړ", "output": "د فلسطين ګوښه کړل شوى لومړى وزير اسماعيل هنيه د القاعده او حماس ډلې ترمنځ هرډول اړيکې رد کړې. هنيه دغه مطلب وروسته له هغې اعلام کړ چې د دوشنبې په ورځ د فلسطين ولسمشر محمود عباس د ايټاليا له لومړي وزير رومانو پروډې سره د خبرو اترو په لړ کې د حماس ډله � �ه القاعده سره په ملاتړ تورن کړ.د فلسطين ولسمشر محمود عباس ويلي و چې د حماس په وسيله د غزې له نيولو وروسته د حماس مليشې دغه ښار ته ورننوتلي دي.په همدې توګه د فلسطين ولسمشر ځانګړې کړې نه ده چې آيا د په غزه کې د ال� �اعده له مليشو څخه موخه له غزې څخه بهر ځواکونه دي يا دکورنيو مليشو ډله. پخواني لومړي وزير هنيه همدا راز په غزه کې د نړيوالو ځواکونو د مشېت کېدو لپاره د ولسمشر له رابللو سره مخالفت وکړ.د فلسطين ولسمشر اعلام کړى دى چې يوازې په هغه صورت کې له حماس ډلې سره خبرو اترو ته چمتو دى چې ډغه ډله غزه فلسطيني حکومت ته تسليم کړي او ف� �سطيني خلکو څخه بښنه وغواړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل په پينځمه حوزه کې بمونه نيول شوي", "output": "د کابل پوليسو تيره شپه د کابل ښار په پينځمه حوزه کې له ېو هوټل څخه دوه بمونه موندلي او بيا ېې هملته چولي دي.د پينځمي حوزی يوه عالي رتبه مامور وويل چې دا بمونه سراي هراتي ته نژدې يو هوټل ته څيرمه د دې لپاره ځای پر ځای شوي وو چې د ښار په دننه کې پرې يو ترهگريز بريد تر سره شي.عيني شاهدانو وويل چې پوليسو د بمونو د شنډولو وسايل نه لرل او دواړه بمونه ېې هملته په گوليو ويشتلي او الوزولي ېې دي .په دې چاودنو کې گڼ شمير دوکانونه ويجاړ شوي او د هوټل ډيرې برخي هم ځيانمني شوي دي .په دې تړاو دوه کسه هم نيول شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روهي ادبي بهير ٧۷يمه غونډه", "output": "د روهي ادبي بهير۷۷يمه اونيزه غونډه د روان لمريز كال د وږي پر۲۹مه م اځيګر پر۴ بجو په كندهار كي د افغان علمي او كلتوري مركز په انګړكي پيل سوه. د پيل خبري يې د عبدالوهاب بايزيد له خوا وسوې، نوموړي د ملګرو د هر كلي تر څنګ د بهير د اوږد عمر خواست هم وكړه. وروپسې مختاراحمد انتقام د تيري غونډي راپور وړاندي كړ� �، چي ورپسې ملګرو د ګوتنيوني ټكي په كي په نښه كړه. احمد فرزان په راپور كي د ځينو ټكو نه راوړل او نقل قول سم نه ايښوول د راپور ستونزه وبلله، د نوموړي په خبره چي بايد په راپور كي نقل قول پوره راواخيستل سي ځكه چي موضوع ښه روښانه كوي كه نه نو راپور به ګونګه وي،ښاغلي فرزان وويل چي په راپور كي ليكل سوي وه چي ((بيت ګونګ وبلل سو)) خو دا روښانه نه وه چي بيت ولي ګونګ بلل سوى و؟ سعيد زابلي ته ټول راپور د منلو وړ نه و، د نوموړي په خبره چي راپور له ګونګو او بې ماناو جملو ډك وي، راپور ليكوونكي يې په دې پړ وباله چي په راپور كي په ګوته سوي نيمګړتيا وي په بيا_بيا تكراروي،ښاغلي زابلي په كلكه غوښتنه وكړه چي بايد راپور ليكوونكى په راتلوونكو راپور كي ډېر احتياط وكړي. په راپور كي ويل سوي وه چي (( نوموړي ته په تړاو يې وويل)) عبدالاحمد محمديار ته دا ټكى د منلو وړ نه د نوموړي له انده چي سمه بڼه يې داسي ده ((د نوموړي خبرو ته په تړاو يې وويل))، ښاغلى محمديار د ښاغلي زابلي د نظر سره همنظره نه و، نوموړي وويل چي دوم ره لويه ستونزه په راپور كي نسته لكه چي زابلي يادونه وكړه، ښاغلي محمديار د راپور او راپور ليكوونكي د كارو پوره ستاينه وكړه. جان محمدصالح د ښاغلي محمديار د نظر تائيد وكړه، نوموړي د راپور په دې ستاينه وكړه چي په لنډ ډول ليكل سوى و. تر دې وروسته د ښاغلي فرزان پر شعر كره كتنه پيل سوه لومړى بيت: سترګو كي د يار ومه راپ� �ېوتماوښكه وم، يادګارومه راپ� �ېوتم احسان الله درمل بيت په دې ښكلى وباله چي اهنګواله كافيه او رواني لري او د ماضي وخت يادونه په كي راغلي دي. ښاغلي محمديار د ښاغلي درمل د نظر پخلي تر څنګ وويل چي كه يار ستا لپاره ژړلي وي نو ته يې له سترګو نه يې لوېدلى او ښه خبره ده، نوموړي زياته كړه چي شاعر څنګه د يار له سترګو لوېدلى دى څه پېښه سوه چي د يار له سترګو ولوېدى؟ ښاغلي صالح د ښاغلي محمديار خبرو ته په تړاو وويل چي د شاعر مطلب دا دى چي مخكي د يار په ياد وم خو اوس يې هېر يم. ښاغلي درمل هم د ښاغلي محمديار نظر ته په اشاره وويل چي ډېره اړتيا نه لرو چي په دې پسي وګرځو چي ولي رالوېدلى، مايوسي ښكاره كوي، ده زياته كړه چي هغه اوښكه بدبخته ده چي د يار له ښكلو سترګو لوېږي، دا كه هر ډول اوښكه وي. د شعر له خاوند څه وغوښتل سوه چي يوازي ددې بيت په اړه خپل نظر روښانه كړي، ښاغلي فرزان د محمديار نظر ومانه او نوموړي ته هم دا نه وه روښانه چي څه ډول رالوېدلى دى. دويم بيت: ستا له اورني رخساره پورته شوماورومه، انګارومه راپرېوتم د ښاغلي درمل په خبره چي شاعر لږ مهال په دې توانېږي چي په شعر كي همجنسه څه وكاروي، په پورته بيت كي يې اورني، اور او انګار كلموته اشاره وكړه او بيت يې په همدې ټكو ښكلى وباله دا هم درېيم بيت: جام چي دي پر سر د ښكلا واړاوهمست غوندي خمار ومه راپرېوتم ښاغلي درمل وپوښتل چي مست غوندي خمار څه ډول وي،ځكه چي خمار خو له مستۍ م خكي وي. ښاغلي محمديار هم په دې نظر و چي خمار تر مستۍ مخكي وي او تر مستۍ و� �وسته له منځه ځي، نوموړي زياته كړه چي كه د مست په لفظ كي څه تغير راسي بيت نور هم ښكلى كېږي. څلورم بيت: ستړې له مودو نه پاته شوې ومڅړيكه د پرهار ومه � �اپرېوتم ښاغلي زابلي په بيت كي دې ته ګوته ونيوله چي شاعر په بيت كي ځان مونث ښوولى. پنځم بيت: ستا له غزلونو او سندرو نه سرود ومه، ستار ومه راپرېوتم د ښاغلي درمل په خبره چي سرود دوه سېلابه دى خو شاعر په يوه سېلاب كارولى، مګر سرود دوسېلابه دى او بيت يوه څپه زياتېږي. ښاغلي محمديار د بيت ستاينه وكړه. دا هم شپږم بيت: پښو كي دي د حسن د سجدې په دودهسك غوندي چنار ومه راپرېوتم بيت د ټولو د ستايلو وړ وګ� �ځېد. اووم بيت: ورك شومه د ميني په دوه لاره كيسترګي دي پر لار ومه راپرېوتم ښاغلي بايزيد دې ته ګوته ونيوله چي په لومړي نيم بيت كي دوه لاري يادي سوي، او په دويم بيت كي لار ياده سوې ده، ده وويل چي اول جمعه او بيا په مفرد ډول كارول سوې. ښاغلي محمديار د پورته نظر سره په تړاو وويل چي د لاري څخه مطلب انتظار دى جمعي او مفرد ته يې ډېر حساب نه دى په كار، نوموړي وپوښتل چي كومي دوې لاري شاعر يادوي؟ حزب الله جهاد د ښاغلي محمديار سوال ته په اشاره وويل چي دا لاري وصال او جداي دي. وروستى بيت: اوس كه تورو خاورو كي لت پت يمهستا د غاړي هارومه راپرېوتم د ښاغلي زابلي په خبره چي لت پت هغه وخت ويل كېږي چي څوك په وينو لړلى وي نه په خاورو. خو ښاغلي محمديار بيا وويل چي لت پت په بيت كي ښكلى راغلى، بيت ښكلى دى او څه ستونزه نه لري،نوموړي پر ټول غزل د نظر وركولو په پلمه وويل چي يو شاعر وايي (( په شعر كي چي تر عقل هر څونه لوړ څه كارول سوي وي نو شعر په هغه اندازه ښكلى وي، همدارنګه نوموړي د فارسي ژبي شاعر حافظ دا نظر واوراوه (( چي ښه شعر مانا نه لري)) د ښاغلي محمديار په خبره چي � �ېر ښه غزل و ځكه چي غزليت په كي ډېر و. د شعر خاوند په پاى كي له ټولو د بحث مننه وكړه، ښاغلي فرزان څو ټكو ته اشاره وكړه لومړى يې وويل چي مست غوندي خمار مي ځكه كارولى چي خمار تر اندازې واوړي نو مست خمار ځني جوړېږي، د سرود كلمې په اړه يې وويل چي په كندهارۍ لهجه كي په يوه سېلاب ويل كېږي. تر دې وروسته مشاعر د ارواښاد سيد عبدالخالق صادق په څو بيتو پيل سوه چي ۱۲ كسانو په كي شعرونه واورول. په پاى كي د غونډي مشر جان مح مدصالح ته د غونډي ارزوني په موخه بلنه وركړل سوه، د ښاغلي صالح په خبره چي غونډي د اټكل خلاف په دې روژه كي ښې رواني دي داسي نه دي لكه تېره روژه، همدارنګه نوموړي وويل چي بايد نثر ته هم ډېر كار وكړو ځكه چي دا مو مشرانو غوښتي ، ده زياته كړه چي پر راپور د بحث پر مهال بايد ښاغلي زابلي دا ډول خبري نه واى كړي او دا د كره كتني لاره هم نه ده يوازي بايد په نرمي سره وږغېږو او بس. د غونډي مېلمه سيدكمال شاه عارف و، د راتلونكي غونډي د كره كتني لپاره د ښاغلي جهاد شعر غوره كړل سو، غونډي ته ټول ۳۱ كسان راغلي وه چي پر ۵:۴۷ په دعا ويلو پاى ته ورسېده. د مشاعرې نوم ليست: عبدا� �واحد غمشريك،احسان الله درمل، ذلال احمد ورك، عبدالوهاب بايزيد،غلام نبي سعيد، غلام سخي نوريوال، عبدالر� �يد مسئول، محمدصادق رښتين،عبدالاحمد محمديار،عبدالستار، احمد فرزان او اختر محمد رنځوريا� �. فون:0093 700316506 Email: mukhtar_entiqam@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرز ي د وژل شووکسانوپه اړوندخواښينى ښودلې", "output": "افغان ولسمشر حامد کرزي د جوزجان ولايت د منګه جيت ولسوالۍ کې د يوې نادولتى موسسې د ٤ تنو وژل شوو کسانو په اړوند خواښينى ښودلې او دا يې يو غير انسانى او اسلامى عمل بللى دى .کرزي د وژل شوو کسانو له کورنيو سره غمرازى ښودلې او وايى د افغانستان د ولس د ترقى او پرمختګ دښمنانو د هغو کسانو په وژلو سره ، چې د سوکالۍ له پاره کار کوي او هيڅ ګناه نه لري ، ثابته کړه چې پ� �ته د افغانستان د خلکو له وژنې ، بدبخيتو ا ويجاړتيا بل هدف نه لري .ده په دې اړوند د ټينګو پلټنو لارښونه کړې ده .نوموړى کسان چې ٣ يې ميرمنې او يو يې چلونکى وو ، پرون په يو وسله وال بريد کې ووژل شول . د جوزجان يو امنيتى چارواکى نن بينوا ته وويل چې د پېښې په اړونديې څلور تنه شکمن کسان نيولى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایا پنجشیر هم د افغانستان یو ولایت دی که ...... ؟", "output": "انجینر احمد شاه پور(مسید) زما یو دوست څه موده مخکی یو دفتر غوښتی و پنجشیر ته د کار له پاره. او هغه داسی ویل : کله مو چی له سرای شمالي نه حرکت وکړد پنجشیر په لوري تلو په موټر کي سپاره یو ه سړي راته یو ځای را وښوده او راته ویې ویل چي د دغه ځای نه مخکي طالبان رانه غلل . زما دوست ویل چي ما ورته وویل چي زما یې ورباندي څه ؟ ؟ چی ترکومه ځایه راغلي دي دا په ماپوري اړه نه لري خیر دغه خبر ه خو تیره شوه کله چی هغه ځای ته ورسیدم کوم ځای کی چی پروژه وه نو هغه عسکرو چی د پروژې په دروازه کي ناست وه راته په ډیر قهر وویل چي د کوم ځای یې اوتذکره دي راکړه ما ورته وویل چی د افغانستان یم هغه عسکر راته وویل چی نه از کدام ولایت استي؟ ما ورته وویل چی زه د کابل یم، هغه عسکر راته وویل چی پرته د پنچشیر د ولایت نه مونږ بل چاته اجازه نه ورکوو چی دلته کار وکړي اویو بل سړی چی له عسکروسره ناست و هغه راته وویل چي زه د ولایت نماینده یم او د ولایت نه رالیږل شوی یم چی د بل ولایت سړی دلته د کار لپاره پرې نږدو خو ښه وه چی هغه سړی چی زه یې غوښتی وم راغی او عسکرو ته یې وویل چی دا زما میلمه ده او د ننوتلو کارت مي هم ورته راوړی دئ خو بیا هم هغوی زه نه پرښودم تر څو هغه سړی چی زه یې غوښتی وم ورته وویل چي زه به خارجي ته ورشم چي عسکر زما میلمه نه پرږدي بیا یې زه پرښودم او راته یې وویل که د کار له پاره راغلی ئې بیرته لاړشه کنی ولله که دلته د بل ولایت راڅخه څوک کار وکړي؟ اوس زه کرزی ته داسي وایم ګرانه جمهور ریسه ښاغلیه حامد کرزیه،زما لاندي پښتنو ته ځواب ووایه؟ ۱-ایا هر سړی چي د کوم ولایت وي باید په هغه ولایت کي کار وکړي او بل ولایت کی کار ونه کړي؟ ۲-ایا تاسو دولتي چارواکي ګمارلي دي چي پنجشیر ته په ننوتو سره بایدد هر سړي تذکر وګوري که پښتانه وي او یا د بل ولایت وي نو اجازت نه شته او نه هم د کار اجازت ورته شته دي. ( زه د پنچشیرانو وروڼو خلاف نه یم او هغو ته درانوی لرم او دوی هم د ټولو پنچشیریانو نمایندګي نه شي کولی زه د هغو کسانو په باره کی داسي وایم چي اوس هلته دي او ددولت په څوکی ناست دي) ؟ ۳-او بل دا چي ولي د پنچشیر والي د بل ولایت نه دی ایاداهم په اساسي قانون کي راغلي دي چي د هر ولایت والي د باید د هغه ولایت وي؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان په سرحد ایالت کې د ناټو باروړونکي موټر سوځول شوي", "output": "جلالزی نن د چهارشنبې په سهار د پاکستان د سرحد ایالت په رنګ روډ سیمه کې د موټرو په هغه ترمینل برید شوی چې په افغانستان کې یې د ناټو ځواکونو ته د اړتیا وړ توکي رسول.عیني شاهدان په سیمه کې د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې لږ تر لږه اوه بار وړنکي موټر په دغه برید کې په بشپړه توګه سوځيدلي دي.ویل کیږي چې د برید پر مهال له پترولي بمونو کار اخیستل شوی دی.د سیمې پولیس واې چې دغه کار د ځایي طالبانو دی.له تیرو څو میاشتو را پدې خوا په وار وار په ورته ترمینلونو د طالبانو له خوا بریدونه شوي چې پکې د ناټو د اکمالاتي کتارونو په لسګونو ګاډې د اور خوراک شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ملی مشارکت د کابینې د ماتې لامل", "output": "د ملی مشارکت د سیاسی اصطلاح ا ستعمالول د کرزی په ماته خوړلې کابینه کې سم نه راځی ځکه چې د افغانستان ولس مشریز نظام د صدارتی پارلمانی سره کلک توپیر لري. د ملی مشارک سیاسی اصطلاح په پارلمان تریزم نظامونو کې په هغو کابینو باندې اسعمالیږی چې یوه ګوند ټولټاکنې ګټلی نشي او په پارلمان کې څو ګوندونو سره یوځای کیږی او یوه ګده کابینه جوړوی چې د ملی مشارکت د کابینې به نامه يادیږی، خو له بده مرغه کرزی یوه سیاسی اصطلاح په ناسمه توګه استعماله کړه او ناکامی ورپه برخه شوه. د افغانستان ولسمشریز نظام د اساسی قانون په اساس د هر ډول ائتلافی او ملی مشارکت د پاره لاره بندوی. د بن له تړون څخه راپه دیخوا د افغانستان سیاسی جوړښت د کرزی په مشرۍ افغان حګومت له لومړی ورځ را په دی خوا یوه ائتلاف حکومت دی له څه هم د اساسی قانون په اساس د ائتلاف حکومتونود جوړیدو د پاره لاره بنده شوی ده خو همدا اوس هم یوه آئتلافی حکومت دی. د کر زي د حکومت عمده موتلفین عبارت دی د وحدت ګوند ، د نظار شورا دفهیم څانګه اود دوستم جنبش ډله چې شمال تلوالې بڼستیز ستنې ګڼل کیده چې همدا اوس د ولس مشر مرستیالان ، د استخباراتو ریس ، د ولسی جرګې مشر ، د دفاع ورزارت لوی درستیز ، او مرستیالان او د کورنیو چارووزارت مرستیالان په کې شامل دي او نورې وړې موتلفین دي لکه د مجددی او ګیلانی ډلې. د کرزی په حکومت کې د شمالي تلوالې موتلفین د سیاسی واک اصلی ځواکونه ګڼل کیږی او پښتانه موتلفین سمبولیک او انفرادی برخه لري. د کرزی کابینه په ولسی جرګه کې ځکه ماته وخوړله چې د عبدالله اوقانونی ډلې چې اوس د شمال د تلوالې عمده برخه په ولسې جرګه کې جوړوي خپل ځواک کرزی ، او د هغه موتلفینو ته وښودل. د فهیم ، دوستم او محقق ډلو او تورن اسماعیل خان د کرزی د ملاتړ په خاطر د خپل اندیوالانو د ملاتړ څخه بې برخه کیدوله امله ماتې سره مخامخ شول. څرګنده خبره ده چې د دوستم ؤ محقق وړاندیز شوې وزیران لومړی خپل ولی نعمت ته وفادار دی بیا د افغان ولس ته. که څه هم په ولسی جرګه کې د شمالی پخوانی غړې (فهیم-محقق –دوستم ) د شمال تلوالې د بل ډله(عبدالله-قانونی )له خواله ماتې سره مخامخ شول خو یو څل بیا بل وړاندیز ولسی جرګې ته وړاندې کوي.په ولسی جرګه کې ګټونکو وزیران هریوعبدالرحیم وردک او اتمر ځکه په ځپلو دندو کې پاتې شول چې هغوی په ولسی جرګه کې د شمال تلوالې ته تعهد ورکړي چې د ګټلو په صورت کې د بلخ والې عطا محمد نور ، لوی درستیزبسم الله خان او دکورنیو چارووزارت مرستیال داود داود بل مقابل په خپلو دندو کې د پنځه کالو دپاره پاتې کیږی. نو په دې توکه رحیم وردک او حنیف اتمر دشمالې تلوالې سره دیوې روغې جوړې په اساس په خپلو دندوکې پاتې شول. د بلې خوا پښتانه ملتپالې (نشنلیستان) لکه داکتر احدي او امیر زی سنګین ځکه سخته ماته وخوړل چې د ولسی جرګې خلقی او پرچمی پښتانه غړې د عبدالله - قانونې د ډلې سره یوځای شول او په ولسی جرګه کې د پښتنو شمیرپه اقلیت بدل شو او د پښتنو شمیر په ولسی جرګه کې نوي(۹۰) پورې ورسیدل.رهین سربیره پردې چې دوه ځله د ولسی جرګې له خوا رد شوې وو خو د ایران په مسقیمه لمسونه د ولسی جرګې څخه د باور رای ترلاسه کړه. دا کتر مخدوم رهین او د امید د خبرپانې مسول په ایران کې د پاچاهی په وخت د ساواک لخوا جذب شوې ؤ چې د پان ایران یزم د پاره یی تبلیغ کولې چې ګواکې افغانستان د ایران د خاورې قبایلې برخه ده. خو رهین د(سه کشور فارسی زبان) د تیوری د بڼست ایښودونکې له جملې ګڼل کیږي او د افغانستان په پښتنو تورې خاورې شیندي او د افغانستان پښتانه دا ذلت او بې ننګي په ورین تندی مني. کله چې رهین د لومړی ځل دپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر شو په لومړی ورځ کې د دې وزارت پښتو سرلیک ( د اطلاعاتو او کلتور وزارت ) لوحه ښکته کړه او د هغه پر ځای د ایران په شان (وزارت اطلات و فرهنګ) ولیکله او له هغه نه ورسته په ټوله افغانستان کې په سیسماتیکه توګه په زرهاو پښتو سرلیکونه اوپښتولوحی ښکتې شوې او د افغانستان ټول پښتانه په ډیره بې شرمی او بې ننګې د پښتو ژبې لوحې ښکته کید وزغملې همدارنګه چې بې ننګه پښتانه په لویه جرګه کې ومنل چې پښتو نور د افغانستان ملي ژبه نه ده.دا پښتنو ته د دیموکراسی لومړی تحفه وّه. د کرزی د حکومت د راتک سره سم ټولې نوې دولتی ادارې او د عسکری ټول قطعات نومونه په ځانګړې توګه دافغانستان په شمال او لویدځ کې په فارسی ژبه ونومول او دافغانستان ټولې نوې کلتوری او تعلیمی اداراتو نوم د افغان- افغانستان پر ځای د آریانا او آریایی پسوند ورکړل شول او د آریانا او خراسان نومونه په سیستماتیکه توګه د افغانستان او افغان د نوم ځایونه نیسی او بله د بې ننګی تاپه د پښتنو په تندی کې چاپیږي. – (دافغانستان بانک) نوم په (بانګ مرکزی) بدل شو خو پښتانه خپل غوږونه ونه ګرول.د افغان او افغانستان کلمه ورځ په ورځ کمزورې کیږي او د آریانا نوم وچتیږي. په او کله چې پښتون ولس دا حالاتو ته وکټل عوام پښتانه یو ځل بیا د طالبانو لورې ونیوې او د کرزی په ترکستانی خولی او چپن باندې د طالب تور لنګی او خړ څادر ته یی ترجیع ورګړل اوپه افغانستان کې د امریکې او ناتو ځواکونو د ماتې سره مخامخ کړل خو روڼ اندې پښتانه بې ننګې او ذلت ومنلې او د خپلواکې او د پښتو د ژبې دورکیدو شاهدانو په توګه پاتې شول. که چیرې پښتانه پښتانه ملت پال او کلتور پال د ایران او د ایرانی ګوداګیانو(لکه مخدوم رهین) د کلتوری تیرې په وړاندې ونه دریږی بې له شکه د یویښتمې پیړی په پای کې په افغانستان کې د پښتو د ژبې اثربه پاتې نه شی او هر ژبه چې په دفتر نه وي هغه ژبه د زوال او ورکیدو سره به مخامخ شي.د افغانستان د سیاسی شخړې د حل د پاره د داسې لویی جرګې جوړیدل د حل عادلانه لاره ده چې د جګړې ټولې خوا وې یعنې طالبان ، اسلامی حزب ، کابل حکومت ، د افغان ولس استازي او د دیورند د پورې غاړې قبایلی مشران په آزاده او متناسبه توګه په جرګه کې برخه واخلی او د جرګې په پایلې کې د یوه پریکړه لیک په اساس په افغانستان د غلیمو دلو تر منځ وربند اعلان شي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پاره لنډ مهاله مهال ویش وټاکل شي او یوه نوی کابینه منځ ته راشي. په کابینه کې افغانستان ته ژمنتیا او ښایسته سالاري اصل په بڼستیزه توګه باید مرعات شي.تر څو چې د افغانستان په کابینه کې افغانستان ته ژمن ، خپلواکې ، اسلامی عقاید او ارزښتونو ټه ، ملی ګټو ، ملی کلتور او ملي ارزښتونه ته ژمن ، ولس مشریز نظام جوړښت ته یی ژمن او کار پوه ، متخصص او متقی کسان نه یی او د ښایسته سالاري اصول مراعات نه شي ّپه افغانستان کې سیاسی ثبات ، سوله او سوکالې او پرمختګ منّځ ته نه راځي. پرنګي درنه پښتو ده هیره کړېچې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟وايي مونږه سره ټول مسلمانان يوډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟د پښتو په ځای تعليم د اردو ښه دیهيڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟يقين وکړه چې زه ستا نه خلاف نه يمولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟په اردو می ژبه نه چلي صابهپه پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟( حمزه بابا)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وزارت: د HIV لنډ مهالي کنترول ته چمتووالی لرو", "output": "افغان حکومت د راتلونکو څو کلونو � �پاره د ايډس ناروغۍ د مخ نيوي لپاره چمتوالی لري.د افغانستان د عامی روغتيا وزير واېې چې دوي د گوتو په شم ير راتلونکو کلونو لپاره د اچ ای وی/ ايډس د ناروغۍ د کنترول لپاره پوره چمتو والی لري .محمد امين فاطمي وويل چې دا گړۍ له دوي سره د ( HIV) مثبتي 435 پيښي په رسمي ډول ثبتي شوي خو ويره شته چې په دې وايرس د ککړو انسانانو شميره د دوو او دوه نيمو زرو تر منځ وي .نړيوال بانک پرون د دې ناروغی د کنترول لپاره د عامی روغتيا وزارت ته لس مليونه امريکايي ډالر هم سپارلي دي .پر همدې وخت کې د عامی روغتيا وزارت څلور مامورين د کندهار � �ه دامانولسوالۍ څخه تښتول شوي چې لا ېې هم څرک نه لگيږي .د دامان ولسوالۍ ولسوال سراج الدين وويل چې دوي د يو ډاکتر، دوو نرسانو او د هغوي د موټر چلونکي د موندلو لټون کوي خو تر اوسه ېې پايلي ندي روښانه شوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اورزګان كې ځانمرګي بريد دوكوچنيان ټپيان كړي", "output": "داروزګان چارواكي وايي بريد كونكى پرپښو روان و او دسرك پرسر دناټو ځواكونو دولاړ كتار مخي ته يي ځان والوزاوه . داروزګان امنيه قوماندان جنرال قاسم وويل چي په بريد كې ناټو ځواكونو ته كوم زيان وانوښت اويوازي دوه كوچنيان يي دپيښي ځاي ته دنژدې كور و ټپيان شوي . دوسلوالو طالبانو يو وياندقاري يوسف احمدي دبريد پړه پرغاړه اخيستې اوادعايي كړې چي ګواكي په دغه بريد كې ۱۳ نړيوال ځواكونه وژل شوي . داپه روان ميلادي كال كې په اروزګان ولايت كې لومړى ځانمرګى بريد دي چي ترسره كيږي . له اورزګان څخه پرته په روان ميلادي كال كې دافغانستان په لر وبر كې ۴۳ ځانمرګي ب� �يدونه شويدي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګام په ګام له رمضان سره (د ګل آغا احمدي لیکنه )", "output": "(۳)د روژې ماناوې او موخې روژه لویې لویې ماناوې، موخې او مقاصد لري چې که چیرې د هغه په هکله ژور فکر وشي نو انسان د تعجب او حی� �ت یوې بیلې نړۍ ته ورسره بیايي چې د دې ماناوو ځینې په لاندې ډول ستاسو مخې ته ایښودل کیږي:لومړی مانا: صوم یا � �وژه د خدای او بنده تر منځ د پټ راز او ټینګ ایمان نښه دهروژه د داسې یوه بې ساري ټینګ ایمان نښه ګڼل کیږي چې د لوی خدای (ج) له لوري انسانانو ته ډالۍ شوې ده ځکه چې روژه یو پټ عبادت دی چې انسان یې د خپل خدای سره د ځانګړي راز او نیاز په لیکه سر ته رسوي. انسان کولای شي د هغه له نیولو تیر شي په داسې یوه پټ حالت کې څه وخوري او یا وچښي چې هیڅوک یې ونه ګوري خو دا چې د خوړلو له چانس سره سره هغه نیسي نو دا د ایمان یوه غوره بیلګه ده چې مومن انسان یې � �ه خپل خدای سره په زړه کې لري. همدارنګه کیدای شي انسان نه خو څه و خوري او نه هم څه وچښي یانې په ظاهره روژه وي خو د روژې د نیولو نیت ورسره موجود نه وي چې دا هم یو پټ راز دی.نو له پورته یادونو څخه ښکاري چې روژه هغه پټ او قلبي عبادت دی چې د بنده او خدای تر منځ د یوه ځانګړي راز په اړیکه ترسره کیږي دا چې یو بنده سره لدې چې د خوراک او چښاک په کولو قادر وي او لاس رسی ورته کولای شي خو له دې کار څخه ډه ډه کوي نو د هغه پوخ یقین ویندويي کوي چې انسان یې په خدای (ج) باندې لري چې هغه لوی ذات په پټه او ښکاره د انسانانو په اعمالو خبر او د هغه د هر عمل ناظر دی. همدارنګه دغه راز په ټولو هغو عباداتو کې تمثیل کیږي چې انسان خپل رب ته نږدې کوي. د ساري په توګه که اودس او غسل ته پاملرنه وکړو چې د هغه په وسیله انسان له ظاهري او باطني نجاست څخه پاکوالی مومي د هغه دلیل ویندويی کوي چې انسان یې په خپل خدای باندې د باور له کبله لري او نوموړی کار هغه پټ امانت ګڼل کیږي چې د بنده او رب تر منځ موجود دی مانا دا چې که چیرې انسان پرته له اوداسه څخه لمانځه ته راشي نو نور انسانان خو نه پرې خبریږ ي.همدارنګه که له بلې خوا لمانځه ده ته نظر وشي لمونځ کوونکی پر لمانځه باندې د دریدو پر مهال فاتحه وايي، د � �کوع پر مهال سبحان رب العظیم وايی، د سجدې پر مهال سبحان رب الاعلی وايي او همدارنګه تر وروستۍ لحظې پورې د لم انځه بشپړ خیال ساتي خو په داسې یوه صورت کې چې نور یې نه اوري بلکي یوازې لوی الله پرې خبر وي.خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( که خپله خبره په لوړ آواز وکړی او یا یې آهسته ووايۍ ، الله په هغه څه پوهیږي چې ته یې پټ وایې) سو� �ه طه ۷ آیتدویمه مانا: روژه انسان د آخرت د اطلاعاتو له لړۍ څخه خبروي دا چې مسلمان د رمضان په میاشت کې ځینې دنیوي امور پریږدي نو د هغه اطلاع له مخې یې پریږدي چې الله (ج) د قیامت په ورځ او آخرت کې ثواب ورکوي نو هغه مقیاس چې په هغه باندې د روژې ګټه یا تاوان اندازه کیږي اخروي مقیاس دی. دساري په توګه روژتۍ مسلمان د ورځې پر مهال خوراک، چښاک او نور خوندونه د دې لپاره پریږدي چې د هغه په بدل کې د قیامت په ورځ ثواب ترلاسه کړي او له دې راز څخه هغه حقیقت په ډاګه څرګندیږي چې د روژتي په زړه کې د آخرت د ورځې په هکله ټینګ ایمان موجود دی. خو د روژې د دنیوي او مادي مقیاس خاوندان بیا په دې نظر دي چې روژه یوازې په بدن باندې د خوراک، چښاک او ځینو نورو خوندونو د حرمان وسیله ده چې د انسان نفس پرې سعادت مومي او د جسد اړتیاوې پوره کوي او د آخرت اړخ دومره په نظر کې نه نیسي.دریمه مانا: روژه خدای ته د انسان بندګۍ د حقیقت څرګندونه کويروژه هغه وسیله ده چې انسان ته د خدای د عبودیت په هکله داسې ځانګړې روزنه ورکوي چې بندګي یې حق ده. خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( وخوری او و چښی تر هغه مهال پورې چې د (سهار) سپینه لیکه د (شپې) له تورې لیکې څخه جوته شي) سوره بقره ۱۸۷ آیت. د ذکر شوي آیت له مانا څخه څرګندیږي چې د پشلمي او روژه ماتي پر مهال خوراک او چښاک مستحب دی او دا حقیقت ترې په ډاګه کیږي چې نوموړی خوراک او چښاک هم د عبادت یوه برخه ګرزي.کله چې د سبا سپینه لیکه د شپې له تورې لیکې څخه بیله شي نو مومن بنده د خپل خدای امر پر ځای کوي او تر ماښام پورې روژه نیسي لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ( بیا خپله روژه تر شپې پورې بشپړه کړی) د بقرې سورت ۱۸۷ په همدې توګه مسلمان ته د سپیڅلي ژوند او عبادت روزنه ورکوي.څلورمه مانا: روژه د ټولنې د روزلو وسیله دهکله چې روژتی په ټولنه کې خپل نور مسلمان وروڼه او خویندې ویني چې ټولو روژه نیولې ده نو هغه ته هم نیول آسانه کیږي او خپل ځان د ټولنې له وګړو سره د هغه تړاو په کرښه یو ځای مومي چې د عبادت په کړۍ باندې تړل شوې او ټولنه د نیکمرغۍ په لوري بیایي.که چیرې د رمضان د میاشتې روژه له نفلي روژې سره پرتله شي نو څ� �ګنده به شي چې په نفلي روژه کې نسبت فرضي روژې ته یو روژتی زیات تکلیف محسوسوي ځکه چې د نفلي روژې پر مهال ټولو � �وژه نه وي نیولې او هغه راز مناسب چاپیریال د روژې لپاره موجود نه وي چې په فرضي روژه کې موجود دی نو له همدې کب� �ه د رمضان د میاشتې روژه په ټولو باندې د خوښۍ، رضایت او آسانۍ په لحظاتو کې تیریږي. مومن په بنده د رمضان په م یاشت کې ځان په داسې یوه ماحول کې ویني چې ټولو خپل خدای ته د بندګۍ په موخه روژه نیولې، په ښارونو باندې د روژې د اغیزو پلوشې را ځوړندې او داسې آماده وي چې د رمضان له طبیعت سره اړخ لګوي نو هر روژتی خپل ځان له ټولنې سره د ایم ان په یوه وریښمین مزي تړلی احساسوي، د لوږې او تندې هیڅ پروا نه کوي.له همدې کبله هغو مسلمانانو ته چې د روژې پر مهال په غیر اسلامي ټولنو کې کار، پوهې حاصلولو او یا نورو مقصدونو له مخې اوسیږي نو د هغو وګړو په نسبت � �وژه ورباندې سخته تمامیږي چې په اسلامي ټولنه کې هستوګن وي ځکه چې هلته د روژې لپاره داسې عمومي توافق او تیاری نه لیدل کیږي لکه چې په اسلامي ټولنه کې چې موجود وي نو له شک پرته چې روژه ورباندې څه نا څه سخته تمامیږي.له دې ټولو خبرو څخه جوتیږي چې د رمضان د میاشتې روژه د ټولنې داسې ایماني روزنتون هم دی چې هر وګړی یې د ایمان د ځواکم نتیا په لاره کې هلې ځلې کوي او په یوه ټولنیز جوړښت او عام یووالي کې خپل ځان احساسوي. زموږ د دې سلسلې بله برخه به د روژې د فضیلتونو په هکله وي له موږ سره اوسی........."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پولنډ کې څه ناڅه ٦٠ تنه مړه او ١٣٠ تنه ټپيان شوي", "output": "د پولنډ په جنوب د کاتوويچ ښار ته نيږدې د د شورزف په سيمه کې د يوې ودانۍ د چت د راپريوتو له امله څه ناڅه ٦٠تنه مړه اوکابو ١٣٠ تنه ټپيان شوي. دغه بده پېښه تيره شپه هغه وخت رامينځ ته شوه چې په دغه ودانۍ کې ٥٠٠ تنه د کورنيو کوترود نندارې له پاره راټول شوي وو .د ژغورني عمليات روان دي او ممکن د وژل شويو او ټپيانو شميره جګه شي .ويل شوي د واورې د ډيروالي له کبله د ودانۍ چت لويدلۍ دى . له بل لوري په دغه هېواد کې د سړو او يخنيو له کبله څه ناڅه ١٩٩ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ او د سړو درجه تر منفي ٣١ درجو په ځينو سيمو کې رسيدلې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجنت حورې شهید کړ", "output": "داسې ښایسته او شنه منظره یې پدې ارته نړۍ کې چې دژوند دیرش کاله کیږي گرځیدلی وه، نه وه لیدلې. هر ډول گلان یې ترسترگو کیدل نرگسو، گلابونو او څورنگه گلانو ورته هوا عطرورینه کړې وه. باغونه او باغچې دومره ډېرې وې چې لیده ورته گران کار شو داسې باغونه ول چې له میو ډک ول. انار، انگور، مڼې، اوزیتون خواره واره دونو په څانگو کې خوړو ته چمتو ول. دمحمود په زړه وروگرځیدل چې څنگه، چا او دڅه لپاره داسې دنیایي جنت ته راوړل شوی؟ یو څو گامه وړاندې داوبو یوه وړوکي ځړوبي ته یې پام شو. پاکې او رڼې اوبه له پاسه لاندې داسې پریوتې لکه غرڅه چې په غره کې په ټوپونو شي. محمود حیران ولاړ وه داسې بريښيده لکه یو څه چې ترې تری تم وي اودی یې په لټه کې وي کله به یې بیا له ځان سره ویل محمود او پداسې ښکلي ځای کې .... محمود په همدې سوچونو اخته وه چې له یوه لوري غږ پرې وشو غږ دیوې ځوانې جلۍ وه شا ته یې وکتل کيڼ او بیا ښي لور ته. ناڅاپه یې مخ ته حوره ودریده دومره ښکلې وه چې هیڅ اټکل یې نشو کولای. لوړه ونه، تورې غټې او بشاشې سترگې، نرۍ غاړه،مسکانده پیغله یې مخ ته ولاړه وه. دمحمود هو نه هر څه له یاده ووتل او ددې ښکلا ته حیرانۍ تش کالبوت درولی وه یواځې یې ورته کتی شوای نور هر څه یې له توانه لوړ وه. حورې لومړی یوه نرۍ مسکا له سرو شونډو تیره کړه بیا یې محمود ته وویل مشره حوره دې په انتطار ده بیړه کوه او ځان ورورسوه. څه؟ دمحمود له خولې ناڅاپه ووتل یعنې.. ته حوره نه يې بل څوک حوره ده. هغه له تا هم ښایسته ده. هو حورې ځواب ورکړ. او دایې هم ورته وویل چې زه دهغې نوکره یم. محمود ته ښکلې حورې لار وروښودله او ورته یې وویل چې له ځنډ پرته ځان ور ورسوه. محمود وخوځیده روان شو له ښکلې نوکرې چې یو څو گامه وړاندې لاړ. ځان سره يې وویل داسې نه چې تیر وستی به یې یم او چل یې راباندې کړی وي. بیرته شاته راستنیده چې یوه ډله انجونې یې مخ ته راروانې وې. وې یې لیدې. تم شو غوښتل يې له دوی دا وپوښتي چې رښتیا هم چیرې مشره حوره شته.. ډله انجونې یې مخ ته ودریدې له محمود یې وپوښتل: تاسې محمود؟ محمود ورته ځواب ورکړ چې هو زه محمود یم. محمود ته له لومړۍ نوکرې حورې نه ددې ډلې انجونې لا ښکلې ښکاره شوې زړه یې غوښتل چې له همدې ډلې سره پاتې شي. خو انجونو ورته په یوه غږ وویل: بختوره ورځه پورته دمشرې حورې لورته. سمه ده محمود په بیړه روان شو له ځان سره یې وویل: بس دامشره حوره به لا څومره ښایسته وي. څو ډله انجونې پرمخ ورغلې له هرې یوې یې پوښتل تاسې مشره حوره یاست؟ خو دټولو له خولې د نه ځواب واته او دا به یې هم ورته ویل چې مونږ دمشرې حورې غلامانې یو. عجیبه غلامانې دي له سپوږمۍ او داسمان له ستورو ښکلې دي او وایي مونږ غلامانې یو دډېرو انجونو له لیدو یې زړه موړ شو دومره ډېرې وې لکه په اسمان کې ستوري. له ځنډ مزل وروسته یوې کیږدۍ ته ورسید په څو رنگه رنگونو رنگ شوې کیږدۍ او بیا لا محمود ته بیخي نااشنا. دکیږدۍ څنگ ته پرڅوکۍ یوه پیغله ښاپیرۍ ناسته وه محمود پرې لا له وړاندې سترگې ښخې کړې وې. چې نیژدې ورغی نو ورته یې وویل زه محمود یم داده راغلم تا سې مشرې حورې غوښتی وم. پرڅوکۍ ناستې پیغلې چې ده پرې دمشرې حورې گمان کړی وه ورته دانکارسر وخوځاوه ورته یې وویل مشره حوره دننه په کیږدۍ کې ده غږ پرې وکړه او دننه تگ اجازه ترې وغواړه. محمود غږ وکړمشرې حورې زه محمود یم دننه کیږدۍ ته درشم. مشرې حورې ورته ښه راغلې وویل محموده زه ستا یم او یوازې ستا. ستا لپاره داکلونه په انتظار وم خدای دې راوله. زه به لږ نور هم صبر وکړم او ته هم. سبا دورځې په دولس نیمو بجوخامخا ماته همدې کیږدۍ ته به راځې زه درته په انتظار یم ژمنه ده سبا دولس نیمې بجې. خالد دمحمود مشر ورور پرمحمود غږ وکړپاڅه سبا دی لمونځ درنه قضا شوڅه په داسې دروند خوب ویده وې خالد پرمحمود یخ اوبه واچولې او دمحمود خوب یې وتښتوه. محمود له خوبه پاڅیده زړه یې ستړی ستړی کیده یوه شیبه غلی ناست وه او دلیدلي خوب په ا ړه یې سوچ واهه دسوچ لړۍ یې دومره اوږده شوه چې دقیقې وخت یې ونیوه. خالد مخامخ هندارې ته بریتونه په یوې پڅې قیچي جوړول او له ځان سره یې مونږ مجاهدین دحق دلارې پتنگان یو- مونږمسلمانان یو- مونږه افغانان یو ترانه زمزمه کوله. محمود ته یې وویل والکه جگ شه لمونځ وکړه گوره قضا کوې یې. محمود اوچت شو اودس یې وکړ او لمونځ یې پرځای کړ. دلمانځه تر ادا کولو وروسته خالد ته راغی دکورنۍ نور ټول غړي هم په خونه کې ناست ول دکور ټولو ته یې دخوب کیسه وکړه ټکي په ټکي یې کیسه وغزوله او دوعا یې وکړه خدایه مجاهدین پر روسانو بریالي کړي. پلار، مور، وروڼو او خویندو یې دوعا ته امین وویلو. دمجاهدینو قومندان راغی پر محمود او خالد یې غږ وکړ راځئ چې نن دروسانو پر پوسته حمله کوو نور ټول مجاهدین تیار دي وسلې او مرمۍ درسره راواخلئ. محمود له مور او خویندو خدای پاماني واخیسته کلاشینکوف یې غاړې ته واچوله له قومندان او خالد سره یوځای بهر ته ووت او دمجاهدینو په قطار کې ودریده. قومندان صیب لږ په لوړ ځای وخوت او دجهاد پر ښیگڼو ، دشهادت او شهید پرمقام وغږید دجنت حورې یې یادې کړې چې جنت کې شهید ته په انتظار ناستې دي. محمود ته بس خبرو خوند نه ورکاوه هر شیبه یې خوب سترگو ته نیغ دریده او کله چې قومندان شهادت او حورې یادې کړې دمحمود حوصله خو یې بیخي له منځه وړې وه دقومندان دخبرو پر مهال جگ شو نعری تکبیر یې وویل او دایې هم پرې زیاته کړه شهادت غواړو. قومندان صیب امر وکړ راځئ چې نور خوځيږو له همدې سره مجاهدین دروسانو دپوستې په لور ورغلل لس بجې به وې چې جگړه ونښته جگړه اوږده شو مجاهدینو په میړانه وگټله روسان یې پسې واخیستل. په مجاهدینو کې هم ډېر مجاهدین شهیدان شول او ځينې ټپیان شول مجاهدین چې دشهیدانو په راټولو لگیا ول. گوري چې دیوه کمره شاته محمود په وینو کې لوند پروت دی او شهادت ته په غیږ ورغلی. یوه مجاهد په خالد دمحمود دشهادت زیری وکړ. خالد ورغی گوري ځوان محمود ورور یې دشهادت جام په سر اړولی او شهید شوی. په غیږ کې یې ونیوه نور ټول مجاهدین هم راټول شوي وه خالد شهید محمود ته وویل شهادت دې غوښته دادې شهادت. دمحمود جنازه تیاره شوه دکلي هدیرې ته یې جنازه یوړل شوه پوره دورځې دولس نیمې بجې وې چې خاورو ته وسپارل شو. پلار، مور، خالد، وروڼه، قومندان او مجاهدو ملگرو ورته دوعا دقبر پر سر وکړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هالنډ کي د تياتر د ځلانده ستورو يادغونډۀ جوړه شوه", "output": "دوشنبې د غويي ٢٦مه ( عبدالله احسان ) په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني د ارواښاد استاد جان محمد پکتا پلار ، او ارواښاد ف فضلي يادغونډه جوړه کړه د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي دمياشتي پر ٢٤مه نېټۀ په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا د اوتريخت په ښار کي د هيواد د پياوړي او تکړه استاد خدای بخښلي جان محمد پکتا پلار او خدای بخښلي استاد ف فضلي يادغونډه جوړه شوه . په نوموړې غونډه کي چي دماځيګر پر اووه بجې پيل او تر لسو بجو روانه وه په هالنډ کي د يو شمېر فرهنګپالو او فرهنګيانو تر څنګ په بلجيم کي د افغانستان د پوهاوي ، مرستي او پيوستون ټولني ، جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني ، په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې تر تر مشرانو او استازو برسېرهيو شمېر ليکولو او د افغانستان د تياتر او سېنما پخوانيو کارکوونکو او مينه والو برخه لرله . د غونډي چلوونکې د افغانستان د راډيو او تلويزيون تکړه نوميالۍ ويانده ، ليکواله او شاعره اغلې سهيلا اصغري وه . په پيل کي د ښاغلي عبدالله نيازي له خوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په تلاوت او دعا په ويلوسره پيل غونډه پيل شوه . ورپسې د افغاني کلتوري ټولني مشر ليکوال او شاعر ښاغلي رحمت ګل ځواکمن خپله پرانستونکې وينا واوروله ، مېلمنو ته يې ښه راغلی ووايه ، او د ارواښاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد استاد ف فضلي په اړه يې خپله ليکنه ولوستله ، د غونډي وياندي اغلي سهيلا اصغري د خدای بخښلي استاد جان محمد پکتا پلار ژوند ليک ولوسته ، اوښاغلي ذبيح الله انيل د ارواښاد استاد ف فضلي ژوند ليک واوراوه ، او همدا ډول يې د هغه سره د ګډ کار څو خاطرې واورولې . دغونډي چلوونکې اغلي سهيلا اصغري غونډي ته د بېلابېلو هيوادونو څخه د فرهنګي ټولنو له خوا راغلي پيغامونه ولوستل ، غونډي ته ددغو ټولنواو فرهنګپالو پيغامونه رارسيدلي وو : د کابل څخه د ښاغلي عنايت صافي پيغام، د افغانستان د سهيل لوېدېځي حوزې د ليکوالواو فرهنګي ټولنو په استازيتوب دعلامه رشاد بابا ( رح ) د ادبي بهير پيغام، د کابل څخه د هوسۍ مجلې پيغام ، د واشنګټن څخه د ښاغلي غفور لېوال پيغام، په استراليا کي د افغانانو د فرهنګي ټولني پيغام، په انګليستان کي د پښتو ادبي جرګې پيغام ، په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني پيغام، او يو شمېر نور . . . په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر څېړونکي او ليکوال ښاغلي زرين انځور ، په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني پيغام د هغې ټولني منشي ښاغلي محمد عاشق غريب او په بلجيم کي د افغانستان د پوهاوي ، مرستي او پيوستون ټولني په استازيتوب ښاغلي حاجي امين باوري د خپلو ټولنو پيغامونه ولوستل . په غونډه کي ليکوال ، ژورناليست ، او افغانستان د راډيو تلويزيون پخواني کارکوونکي ښاغلي محمد اصف وردګ د ارواښاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد استاد ف فضلي پر ژوند په تفصيل سره خبري وکړې . ورپسې د افغانستان د راډيو تلويز ن وياند او د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزير ، ليکوال او شاعر ښاغلي خيال محمد کټوازي د ارواښاد ف فضلي په اړه د هغه وخت څو خاطرې يادي کړې . او د هغه د هنري ژوند پر بېلابېلو برخو يې رڼا واچوله . تکړه ليکګر ، انځورګر او نقاش ښاغلي همايون عاطفي د سېنما ، تياتر ، او تمثېل پر ازرښت خپله مقاله واوروله . د ياودوني وړ ده چي د ستېج شاته ليکنه ، او د ارواښاد ف فضلي پوتريت د ښاغلي عاطفي دلاسي کار بېلګي دي . تر دې وروسته د هيواد د تياتر او سېنما تکړه ممثلي اغلي ستوری منګل د استاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد ف فضلي د ژ وند په اړه خپله مقاله ولوستله ، او د هغوی سره يې د خپل ګډ کار د وخت د بېلابېلو برخو په اړه مالومات واورول . ښاغلي ډاکټر سيد نصير احمد د افغانستان د تياتر او تمثيل په اړه يو انځوريز پروګرام جوړ کړی و چي بايد د پردې پر مخ ښودل شوی وا ی ، دا پروګرام د تخنيکي ستونزو له کبله ونه ښودلای شو . تر تفرېح وروسته د پردې پر مخ د کونډي زوی په سريال کي د ارواښاد ف فضلي د رول څوبرخي وښودل شوې . او تر دې وروسته يو کال مخکي د اغلي ستوری منګل سره د ارواښاد ف فضلي ويډيووي خبري وښودل شوې ،دا ويډيوي مرکه تېر کال اغلي ستوری منګل د کابل د سفر پر وخت د خدای بخښلي استاد ف فضلي سره کړې وه . دغونډي په وروستيو کي يو ځل بيا ښاغلي محمد اصف وردګ ته بلنه ورکړه شوه چي د ارواښاد استاد جان محمد پکتا پلار او ارواښاد استاد ف فضلي د ژوند پر هغو برخو چي دوی ته مالومي دي وږغيږي . ښاغلي محمد اصف وردګ د غونډي د برخه والو ځينو پوښتنو ته ځوابونه وويل . ورپسې اغلي ستوری منګل هم د خپل کار د وخت څو خاطرې د ستېج پر مخ واورولې . د ټولني د مشرتابه له خوا اغلي سهيلا اصغري ته د ګلونو د ګېډۍ په ډالۍ کولو سره په غونډه کي د ټولو برخه والو څخه په غونډه کي د هغوی د ګډون څخه مننه وشوه ، او د افغانستان د اسمان د دوو ځلانده ستورو پاکو ارواحونو ته دعا وشوه . غونډه د ماخستن پر لس بجې پای ته ورسېده . ليکوال او شاعر ښاغلی رحمت ګل ځواکمن پرانستونکې وينا کوي د راډيو تلويزيون تکړه ويانده اغلې سهيلا اصغري د پلار صاحب ژوندليک لولي او راغلي پيغامونه لولي دسېنمااو تياتر لوبغاړی ښاغلی ذبيح الله انيل د استاد فضلي ژوند ليک او يادونه اوروي ښاغلی محمد اصف وردګ د تياتر د دوو استادانو (راواښاد پکتا پلار ، او ف فضلي ) خاطرې بيانوي ډاکټر سيد نصير احمد دافغان تياتر انځوريزه ننداره چمتوکړې وه . ښاغلی زرين انځور په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې پيغام اوروي ليکوال او شاعر ښاغلی خيال محمد کټوازی د ف فضلي پر هنري ژوند ږغيږي د تياتر او سېنما تکړه لوبغاړې ستورۍ منګل دپلار صاحب او ف فضلي پر هنري کارنامو ږغيږي په غونډه کي د هالنډ له دننه او بهر څخه ليکوالو او فرهنګپالو برخه لرله ليکګر ، انځورګر او نقاش ښاغلی همايون عاطفي د تياتر پر ارزښت رڼا اچوي د غونډي يوه څنډه ( ښاغلی محمد اصف وردګ ښاغلي خيال محمد کټوازی او د غونډي نور برخه وال) ښاغلی محمد عاشق غريب د افغانستان د کلتوري ودي ټولني پيغام لولي ښاغلی حاجي امين باوري دارواښاد پکتا پلار او ف فضلي روح ته دعا کوي د غونډي يوه څنډه د پردې پر مخ د ارواښاد ف فضلي سره د اغلي ستوری منګل مرکه ښودل کيږي د سېنما اوتياتر تکړه لوبغاړی ښاغلی احمد شا بهاندد غونډي جريان ثبتوي د پردې پر مخ د ارواښاد ف فضلي سره د اغلي ستوری منګل مرکه ښودل کيږي له راستې خوا : د راډيو تلويزيون تکړه ويانده اغلې سهيلا اصغري او د سينما او تياتر لوبغاړې ستوری منګل د هجرت سېنما يي فلم لوبغاړي علي سعيد ، -- ؟ -- همايون عاطفي ، خسرو ، او ذبيح الله انيل د ټولني مشرتابه له اغلي سهيلا اصغري له همکارۍ نه مننه وکړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روهي بهير اوومه غونډه جوړه شوه", "output": "د روهي ادبي بهير اوومه اونيزه غونډه د غوايي پر ۱۴ د پنجشنبې په ورځ د كندهار د مدني ټولني په انګړ كي جوړه شوه غونډه له دود سره سم د ماځيګر پر پنځه بجې د قرآنكريم په تلاوت پيل شوه، وروسته په كندهار كي د افغان آزادي راډيو خبريال محمدابراهيم سپېڅلى د مشر او په د روهي ادبي بهير اوومه اونيزه غونډه د غوايي پر ۱۴ د پنجشنبې په ورځ د كندهار د مدني ټولني په انګړ كي جوړه شوه. غونډه له دود سره سم د ماځيګر پر پنځه بجې د قرآنكريم په تلاوت پيل شوه، وروسته په كندهار كي د افغان آزادي راډيو خبريال محمدابراهيم سپېڅلى د مشر او په كابل كي د بي بي سي راډيو د روزنيزو پروژو كاركوونكى مير عالم ستانكزى د مېلمه په توګه وټاكل شو. پرانيستونكې وينا عبدالاحمد محمديار وكړه. ده د ځوانانو پر يووالي، پر له پسې نه ستړي كېدونكي فرهنګي كار او مبارزه ټينګار وكړ او ويي ويل: روهي ادبي بهير په ټول افغانستان كي د ځوانانو او آزادو فرهنګي ټولنو د يوې مركزي هستې په توګه د يووالي يوه بېسارې بېلګه ده، ده زياته كړه چي دا ډول ملي كارونه زياتره زموږ د خپلو خلكو له خوا فلجېږي، خو موږ به د چا پر تهديد او بېځايه نيوكو غوږ و نه نيسو او خپل كار به مخته وړو. ورپسې عبدالظاهر قلموال د تيري غونډي ګزارش واوراوه او كره كتنه پر وشوه، وروسته د عباد قادري پر شعر او تبصره (دواړو) باندي كره كتنه وشوه او دا برخه تر تاوده بحث وروسته پاى ته ورسېده چي ورپسې مشاعره پيل شوه. په مشاعره كي څلور دېرش تنو شاعرانو شعرونه ولوستل او د غونډي ټول برخه وال نهه پنځوس تنه وو. په وروستيو كي د غونډي مشر محمدابراهيم سپېڅلي غونډه مثبته و ارزوله، دا بهير يې يو اړين او پر ځاى ګام وباله، نوموړي وويل چي ده په غونډه كي ډېر نوي شاعران وليدل، د ده په وينا كه روهي ادبي بهير نه واى نو خداى خبر چي دا شاعران به ميدان ته راوتلاى، ده دا ډول غونډي اړيني وبللې او ځان يې هم د ورته غونډو محصول وباله، غونډه د ماخستن پر اته نيمي بجې د دعا په ويلو پاى ته ورسېده، البته د كره كتني بلي غونډي ته د شامحمود بريالي شعر كانديد شو او د تبصرې لپاره يې سيد حبيب الله روحاني وټاكل شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په فراه کي د پوليسو او عامه وګړو ترمنځ نښته وشوه", "output": "١ غويی ١٣٨٤ هلمند دفراه ولايت د خاک سفېد په ولسوالي کي د دولتي چارواکو او او عامو وګړو تر منځ تاوتريخوالي په پايله کي درې تنه ټپيان او دوه تنه وژل شوي دي . د فراه ولايت دامنيتي چارو مسول امير د بېنوا ويبپاڼي خبريال توخي ته وويل چي : دا پېښه پرون ماپښين هغه وخت رامنځته سوه کله چي په ياده شوې ولسوالي کي پوليسو د کوکنارو د کښتونو په له منځه وړلو لاس پوري کړ ، خو د سيمي اوسيدونکو ددې کار مخه ونيوله او نښته وشوه . هغه وويل چي د خلکو له منځه يوه تن کوښښ وکړ له يوه پوليس نه ماشينګڼی واخلي او د هغو په وړاندي يې وکاروي ، په دې وخت کي نورو پوليسو دخپل ملګري پوليس په دفاع کښي ډزي وکړې او مرګ ژوبله رامنځته شوه . ويل کيږي چي هغه چا چي غوښتل يې توپک واخلي همه ټپي شوی او اوس د پوليسو تر څارني لاندي دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "کلي نه را کډه شوو په ښار کې زندګي کوو دلته هم په وېره او په ډار کې زندګي کوو اې د نړۍ خلکو ورځۍ ټولې خوښۍ ستاسي ديموږ به په چاودنو او بمبار کې زندګي کوو ژوند مو د دردونو او د څړيکو يوه کيسه سولهسمدم په زخمونو او پرهار کې زندګي کوو کله دې تر شونډو رسو کله هم تر منځ پاتهداسي په نشه او په خمار کې زندګي کوو ښه د سپوږ مۍ شپه او د سيند غاړه مينه پال اشناتش اوس د خيالونو په ديار کې زندګي کوو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قطر د لبنان او اسرايو پولي ته سرتيري استوي", "output": "دا ټكې د قطر د دولت عالي رتبه مامورينو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي كوفي عنان سره تر ليدو كتو وروسته پرون په عمان كې څرګند كړ. قطر چمتوالي ښولي چې دوه سوه سرتيري به د لبنان او اسرايلو تر منځ په پرته جنوبي پوله كې وګماري تر څو هلته د امنيت ساتنه وكړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات کي دمخدره موادوترټولوقيمتي توکي نیول شوي", "output": "هرات کي ملي امنيت مامورينودمخدره موادوترټولوقيمتي ډول کرستال ايران ته دليږدپه مهال ونيول دغوکم نه کم څلويښت کيلو موادوسره دوتنه متهم � �چاقبرنيول شوي چه يويي دپوليسوپه يونوفرم سمبال وه اودافسري کارت يي لاره دملي امنيت يومقام چه نوم نه ښيي خبريالانوته وويل دوي سره دوه ميله کلاشنکوف يوعراده پايکپ موټرهم نيول شوي دي هرات دافغانستان يوله هغوسرح دي ښارونونه دي چه دمخدره موادولويه برخه دګاونډيوهيوادونوايران اوترکمنستان لارونه په ګټه اوروپايي بازارونوته په ناقانونه ډول ليږدي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۲۶)", "output": "مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟ د التمش لېکنهداېمان پلورنکوداستان شپږویشتمه برخه پرلپسې (۷۱-۷۰) [د یوه قوم تهذیب ، تمدن او مذهب خراب کړئ نوبیا فوځي حملې ته اړتیا اوجنګ و جګړی ته نوبت نه رسیږي ، که غواړئ چې کوم قوم له منځه یوسئ نو په هغوی کې د جنسې جذباتو اور تازه کړئ] (صلیبي قومندان)او کله چې عیسائي پادري دمسلمانانو امام وګرځید: (۷-۲)دسلطان ایوبي په لار ښونه علي بن سفیان په ټول هیواد کې د جاسوسانو یو جال و غړاوه ،ځکه دا ثابته شوی وه چې په هیواد ته او په ځانګړې توګه قاهرې ته صلیبېانوزیات شمیر جاسوسان او تخریب کاران را لیږلې او ځاې په ځاې کړې ئې وو ، هغه تر ځمکې لاندې پروګرام چې صلیبیانو د مسلمانانو د له منځه وړلو له پاره پیل کړې و هغه سلطان ایوبي ته ډیر زیات د اندېښنې وړ و . کله چې هغه ته علي بن سفیان دا خبر ورکړ چې د یوه جومات امام هره شپه درس ورکوي او د اسلامې افکارو او عقاید د رنګ او مفهوم دبدلولو هڅه کوي نو سلطان ایوبي سمدستي دا حکم ورکړ چې دا عالم و نیسئ ، هغه ويلي و « علي ! د مذهبونو په نوم ډلې ټپلې جوړیدل پیل شوي دي ، دا امام به هم د کومی ډ� �ې څخه وي او دا هم کیداې شي چې هغه د قران خپل تفسیر بیان کړي ، زه په مذهب کې مداخله نه کوم ، زه حاکم یم عالم نه یم. خو که چېرې ته پوهیږی چې هغه کوم تخریب کار دې نو د نیولو تر مخه ئې په هکله پوره پوره مالومات تر لاسه کړه .د امام درجه زما څخه ډیره پو� �ته ده .»علي بن سفیان په خپله دې مسجد ته د درس د اوریدو له پاره نه و ور غلې ځکه هغه شکمن و چې که دا امام په ریښیتا هم ددښمن له اړخه رالیږل شوی تخریب کارو ي نوو به ئې پیژني ، هغه دخپلې شبکې ډیر پوه او ذهین وګړي هلته ور استولي و. هغوی لس دولس ځله هلته درس کې ګډون کړې و . او هغه درس چې هغوی اوریده نو هغه به ئې ټکې په ټکې علي بن سفیان ته اوراوه ، اخر یوه شپه دغه «صلیبي » عالم د جهاد په هکله درس ورکړ . او هغه تأويل ئې وړاندې کړ چې وروسته بیا صلاح الدېن ایوبي پخپله هم واورید . کله چې دهغې د شبکې غړو دا درس علي بن سفیان ته واوراوه نوبیا په دې کې هیڅ ډول شک نه پاته کیده چې هغه جاسوس دې . علي بن سفیان سلطان ایوبي ته وويل او دا سلا ئې ورکړه چې که چېرې دا وګړې د صلیبیانو جاسوس او تخریب کار نه وي هم نیول ئې اړین دي ، ځکه هغه د جهاد په هکله داسې خبرې کوي چې یواځې دښمنان ئې وړاندې کولاې شي او یا هغوی چې خپل ذهن ئې له � �اسه ورکړې وي .سلطان ایوبي دا راپور په ډیر غور سره واوریده او وئې ويل چې په ه� � صورت دا د مذهب ، دامام او جومات معامله ده . هغه دا پریکړه و کړه چې هغه به دع� �ي بن سفیان سره یوځاې په مختلفې بڼې او د بڼې په بدلون سره ددې امام درس ته ورځي او اوري به ئې ، او هملته به پریکړه کوي چې دهغه اصلیت او نیت څه دې ! د جهاد سره یوځاې د حیواني احساساتو یادول دسلطان ایوبي ويښتان ودرول ، هغه د علي بن سفیان سره مشوره وکړه او خپل ځانونو ته ئې داسې کالې تیار کړل چې دپیژندګلوۍ څخه ووت او په همغو کې جومات ته ور غلل. علي بن سفیان دڅارکښۍ د امورو ماه� � و او هغه سلطان ایوبي ته د خپلې یوي بلې بریا په هکله هم ويلي و او هغه دا چې که څه هم هغه صلیبي نجلۍ چې فیض الفاطمي ئې تور لاسې نیولې و او د احمدکمال تر نامه � �اندې د یوه قومندان په خاطر د مسلمانیدو او د هغه سره د واده کولو هیله ئې درلوده وفات شوه ، خوهغې داسې پټ الفاظ او اشارې هغه ته ښوولې و ې چې صلیبي جاسوسانو د یوه بل د پیژندلو له پاره استعمالولې ، دهغې په همدې ورښوول شوو اشارو باندې څو مسلم انان چې دصلیبیانو له پاره ئې د زرو ، جواهراتو او ښایسته نجونو د تر لاسه کولو په خاطر کار کاوه هم نیول شوي و. هغوی هم علی بن سفیان ته په بندي ځاېو کې ددې خبرو تصدېق کړې و چې همدا اشارې او الفا ظ استعمال شوي هم دي ، اشارې داوی چې جاسوسان چې د لمړي ځل له پاره له یوه بل سره ويني ،او یو د بل ډاډ ځانته تر لاسه کوي نو دهغوی څخه یو د آسمان په لور سر پورته کوي او وایي به چې « مالومه نه ده چې م وسم به څه ډول وي ؟ » هغه دا خبره په ډیره بې پروائې سره کوي لکه چا ته چې په ناڅاپې توکه موسم په یاد راغلې وي . بل به ووائې « باران به وریږي » نو هغه ته ځواب ورکول کیږي چې « اسمان صاف دې »نو هغه بل به ووائې چې « مونږ به وریځې را وړو » او په قهقه خندا باندې به خاندي ، ددې ډول خندا اړتیا په دې خاطر وه چې که چېرې دا خبرې ب� � څوک واوري او یا هغه بل سړې ددوی د ډلې څخه نه وي چې دا درک کړي چې دا خو هسې یو ټوکه وه . علي بن سفیان ته ويل شوی چې دا پټه مکالمه هغه وخت بدلون م وندلاې شي چې کله دا را څرګنده شي ، بله خبره چې علي ته مالومه شوی وه، هغه دا چې جاسوسان یو بل ته خپل نوم نه ښئي، دهغوی مرکز د فلسطین یو ښار (شوبک) و. دا د صلیبیانو د څارکښۍ مرکز و .دهمدې څرګندونو په پایلو کې سلطان ایوبي او علي بن سفیان دخپلو ځانوبڼه بدله کړه او جومات ته ولاړل، هغوی د جهاد د درس غوښتنه وکړه ، نو عالم دهغوی غوښتنه پوره کړه ، بیا هغوی دهغه سره یواځې پاته شول او دغې پټو نښو نښانو د عالم د راز پرده پورته کړه . هغه وروسته بیا بیان ورکړ چې هغه دومره خام جاسوس نه و چې هغه دې د پردېو خلکو تر مخ خپل ځان بربنډ کړي ، هغه په هغه پټوالفاظو کې را ونښت ، ځکه دا مکالمه هر یوه جاسوس ته هم مالومه نه وه . دا د جاسوسانو د لوړپوړو وګړو م کالمه ده . دهغوی څخه را ښکته هیڅ جاسوس په دې پټو الفاظو نه پو هیږي ، ددې مکالمي نه وروسته د قهقه خندا په ځانګړی توګه د یادولو وړ وه ځکه دهغې پرته یو بل ته خپل راز نه شو وي� �اې . سلطان ایوبي قهقه خندا وکړه ، هغه د خپله ځانه سره شپږ سر تیري هم وړي و چې د اړتیا په وخت کې ئې مرسته وکولاې شي.علي بن سفیان دا جاسوس او دهغې سره دوه نجونې په خپلې تاخانې کې ور واچولې ، او د هر څه دمخه هغه سیمي ته د پلټنې له پاره ولاړتر څو پیدا کړي چې دې وګړي په دې جومات څنګه ولکه و موندله ، او ددې دمخه چې هغه په کومه جونپړۍ کې اوسیده ، هغه ورته چا ورکړې وه. دهغې ځاې مختلفو خلکو چې کوم بیانونه ورکړل دهغې څخه دا ډاګیزه شوه چې داشخص د خپلو دوو ښځو سره یوځاې دلته راغلې و، لمړې د یوه سړې په کور کې میلمه � �و ، خوکله چې خلکو و کتل چې دا خو عالم فاضل انسان دې نو هغوی ورته خپله جونپړه ورکړه ، دلته په دې جومات کې د ډیرې مودې را هیسې یو امام اوسیده ،او دې به هم هلته دلم انځه له پاره و رته ،دا شخص دهغه امام مرید و ګرځید ، پنځلس شپاړس ورځې وروسته دهغه ام ام په ګیډه او کلمو کې درد پیدا شو، د هغه دا درد دومره په توندۍ سره ډیرښت وموند چې د� �ې ورځې وروسته امام بیا جومات ته د راتلو څخه ووت ، حکیمان او طبیبان دهغه کور ته ورغلل اوهر ډو� � دوائیانې ئې ورکړې خو په هماغه درېیمه ورځ هغه ومړ. دهغې وروسته دې عالم دخلکو سره خبرې وکړې او جومات ئې په خپله ولکه کې واخست . هغه په خلکو کې دومره اغیز پیدا کړ چې خلک دهغه منونکې شول او هغه ته ئې د هغه د اړتیاو په مطابق کور ورکړ.د علي بن سفیان د پوښتنې په اساس خلکو هغه ته وويل چې هغه څو څو ځله هغه پخوانې امام ته غذا له ځانه سره راوړله، علي بن سفیان وپوهیده چې هغه امام ته دې سړې زهر ورکړي دي ، او هغه ئې دخپلې مخې څخه لرې کړې او په مسجد ئې ولکه پیدا کړې ده . ددې جاسوس دکور د تالاشۍ په وخت کې زیات شمیر وسلې چې په مختلفو ځاېو کې ئې پټې کړې وی ، تر لاسه شوی . دهغه له کوره د زهرو یو بوتل هم وموندل شو . دوی هغه زهر یوه سپي ته ور واچول نو هغه سپې هم درې ورځې نا� �راره وه او په درېیمه ورځ له منځه ولاړ.علي بن سفیان خپلې پلټنې د سلطان ایوبي تر مخ کیښولې ،نو سلطان ورته وويلې چې « درې واړه بې خوبه کړئ او ښه ئې وويروئ ، خو زه به هغوی جلاد ته ورحواله نه کړم ، او په بند کې به ئې هم تر ډیره و نه ساتم .»«بیا به نو ته څه پرې وکړې؟»علي بن سفیان ترې و پوښتل .«زه به هغوی په پوره عزت سره بیرته واستوم ،»علي بن سفیان په ډیره حیرانتیا سره دسلطان ایوبي خولي ته کتل ، سلطان ایوبي ورته وويل « زه غواړم یوه جواري وکړم ، علي ! اوس زما نه څه مه پوښته ، زه فکر کوم چې دا لوبه و � �وبوم او که نه .» هغه د لږې وقفی وروسته وويل : سبا د ماسپښین د ډوډۍ وروسته نائب سالاران ، سلاکاران ، او د لوړپوړو چارواکو دهرې څانګې څخه یو یو کس زما ځاې ته له ځانه سره راوړه ،خو ستا � �تون ډیر زیات اړین دې »*****(۷۱)علي بن سفیان په دې شپه د لمړي ځل له پاره ددې عالم څخه پوښتنې ګ� �ويزني کړې وی ،خوهغه ډیر سخت انسان وخوت ، هغه وويل « علي بن سفیانه ! زما خبره په غور او دقت سره واوره ، مونږ دواړه د یوه ډګر سپاهیان یو. که چېرې ته زما په هیواد کې کله و نیول شې نو ته به پوه شې چې خپل هیواد او خپل ولس ته دوکه نه ورکوی .؟ ته زما څخه هم همداسې هیله و لره ، ماته مالومه ده چې زما انجام به څه ډول وي ؟ که چېرې زه هغه ټولې خبرې هم تاته ووایم چې ته ئې له ماڅخه پوښتې ، نو بیا به هم تاسې ما و نه بښۍ ، زه به په همدې تاخانې کې مرم ،دا که د جلاد په لاسو وي او یا د کوم سخت اذیت لمخې ، نو بیا به زه ولې خپل � �وم او ولس ته دوکه ورکوم ؟»« زه هیله لرم چې ته به خپله اراده بدله کړې .» علي بن سفیان ورته وويل « ایا ته دهغه دوو نجونو د عزت د خوندي ساتلو غوښتونکې نه ئې او هغه څه چې زه ئې وپوښتم ته ئې ځواب راکړې ؟»« څه ډول عزت ؟» هغه ځواب ورکړ . « دهغوی سره یواځې ښایست او ناز و نخرې پاته دي او یا هغه استاذي ورسره ده چې دهغې له مخې هغوی تیږي هم ويلې کولې شي . هغوی سره د عزت تر نامه لاندې څه شې شته نه دې . هغوی ته همدا ور زده کول کیږی چې دخپل عزت نه لاس په سر شئ ، مونږ خپل ځان او عزت ډیر لرې غورځوو اوبیا راځو ، تاسو چې دهغه نجونو سره څه ډول سلوک کول غواړئ وئې کړئ ، هغوی زما تر م خه ذلیله کړئ ، بیا به هم زه تاسې ته څه و نه وایم ،او نجونې به هم تاسې ته څه و نه وائي.»« م ونږ جاسوسو نجونو ته د مرګ سزا ورکوو خو هغوی ذلیله کوو نه ،»علي بن سفیان ورته وويلې ، « زمونږ مذهب ښځو ته داذیت د ورکولو اجازه نه ورکوي »« زما دوسته ! » جاسوس ورته وويلې « که ته د مینې حربه استعمال کړې او که د اذیت حربه ، خو زمونږ څخه یوبه هم خپل هغه ملګري ، چې ستاسې دسلطنت دجرړو په پرې کولو لګیا دي ، تاسې ته په نښه نه کړو .تاسې د نجونو سره د ښه سلوک وعده کړې ده دهغې په بدل کې زه تاته همدومره ويلاې شم چې دا زما او ستا شخصې جنګ نه دې ، د ا د صلیب او ستوري اوسپوږمۍ تر منځ جنګ دې . زه د هغه م امولې جاسوسانو له ډلې څخه نه یم ، چې دهغه ځاې خبرونه دلته وړي راوړي ، او ستاسې د راتلونکو پروګرامونوپه هکله مالومات تر لاسه کوي . په دې څانګه کې زه تر ټولو لوړ پوړ لرم ، زه عالم یم دخپل مذهب مطالعه مې هم همدومره ژوره کړې ده لکه څومره مې چې ستاسې دمذهب کړې ده . د قران او انجیل ژورتیا ته مې ځان رسولې دې ، زه اقرار کوم چې ستاسې مذهب ساده او غو� �ه دې . دا د هر انسان مذهب دې ځکه په دې کې کوم پیچ وتاو او ښکته پورته نه شته .او د م� �بولیت علت ئې هم همدا دې ، خو زه تاته دا هم ويل غواړم چې ستاسې دښمنانو ستاسې د مذهب اصلیت له منځه وړې دې ،تر څو دهغې مقبولیت له منځه ولاړ شي. یهودېانو دمسلمانو علماو په لباس کې په هغې کې بې بنسټه روایات ورګډ کړي دي ، اسلام د توهماتو خلاف و خو په دې وخت کې تر ټولو زیات توهم پالونکې قوم د مسلمانانو قوم دې ، ما د لمر او سپوږمي د کسوف و خسوف په وخت کې کتلې چې مسلمانانو نذرانې ورکولې او سجدې ئې کولې ، او په دې ډول نور ډیر بدعتونه ستاسې په مذهب کې ور شامل کړل شویدې ......«مونږ د ډیرې اوږدې زمانې څخه ستاسې د نظریاتود اصل په اړولو کې مشغول یو ، ځکه مونږ پو هیږو چې به نړۍ کې یواځې دوه مذهبه پاته کیږي ، یو عیسایت او بل اسلام . او دا دواړه به تر هغې پورې په خپلمنځې شخړو کې را نښتي وي تر څو چې ددواړو څخه یو له منځه ولاړ نشي . هیڅ مذهب د تورو او غشو په واسطه له منځه نه شې تللې ، او نه کوم مذهب دتبلیغ په واسطه له منځه تللاې شي ، ددې همدا یوه لاره ده چې ما خپله کړې ده . زه تاته دا وایم چې په دې کارونو کې زه یواځې نه یم ، پوره یو ې ډلې ستاسې په نظریاتو باندې یرغل کړې دې .»علي بن سفیان د هغه تر مخه ولاړ و او د هغه خبرې ئې په پوره غور سره اوریدلې ، هغه ددې عالم جاسوس په پښو کې بیړۍ اوپه لاسو کې ځولنې ور اچولې وي ، دهغه اراده خو داوه چې دا جاسوس هم د نورو جاسوسانو په څیر د اذیت د داسې مراحلو څخه تیر کړي چې بلاخره خپل رازونه ټول را وسپړي ، خو هغه د قیدخانې یو ملازم را وباله ، او دهغه بیړۍ او ځولنې ئې ترې پرانستې ،هغه ته ئې ډوډۍ او اوبه � �اوغوښتلې ، هغه ورته وويل « زما دې سلوک ته د شک په سترګه مه ګوره ، مونږ د عالم انو درنښت کوو ، که هغه دهر مذهب څخه وي ، زه به له تاڅخه هیڅ هم و نه پوښتم ، هر څه دې چې خوښه وي او ويل ئې غواړې وئې ويه ،»« اوزه ستا قدر کوم علي !» جاسوس عالم ورته وويلې، « ما ستا ډیره ستاینه اوریدلې ده ، په تاکې دخپل فن او هنر کمال هم شته او ج� �به او حرارت هم . ستا له پاره به ددې نه نور ستر اعزاز څه وي چې صلیبي پادشاه غواړی تا ووژني ، ددې مطلب دادې چې ته دصلاح الدېن ایوبي او نورالدېن زنګي سره یو � �ان قیمت لرې .... زه تاته وایم چې ما دخپل علم په واسطه دا تر لاسه کړي دي چې د یوه قوم تهذیب او تمدن او مذهب ورخراب کړه نوبیا د فوځ حملې ته اړتیا اوجنګ و جګړی ته توبت نه رسیږی ، که غواړئ چې کوم قوم له منځه یوسئ نو په هغوی کې د جنسې اح ساساتو اور تازه کړئ، که ډاډ دې نه راځې نو دخپلو مسلمانو حکمرانانو حال مو ووينئ ، ستاسې رسول ص ويلې دې چې نفس ووژنئ چې همدا د تباهۍ جرړه ده . ستاسې قوم تر کومه ځاېه په دې وينا باندې عمل کړې دې . د رسول ص ترژوندانه پو� �ې یهودېانو د خپلو ښایسته و نجونو په واسطه ستاسې قوم په غلطو لارو روان کړ. نن ستاسې قوم د نفس غلام ګرځیدلې دې ، ستاسې څخه د هرېوه لاس ته چې مال او دولت راځي نو هغه د هر څه دمخه خپل حرم سراې د ښځو او نجونو څخه ډکوي ، هر مسلمان ، که څه هم غریب وي خو څلور ښځې له ځانه سره ساتل غواړي، یهودېانو د مولويانو په لباسو کې ستاسو په آند کې جنسیت وراچولې دې. که چېرې مسلمان دخپل رسول په لارښونو باندې عمل کونکې اوسي نو زه دا په ډاډمنه توګه ويلاې شم چې نن به ددنیا د څلور څخه درې برخې مسلمانان وو ، خو اوس حال دادې چې د څلورو څخه درې برخې مسلمانان یواځی په نوم مسلمانان دي ، اوستاسې سلطنت ورځ په و� �ځ را غونډیږی او رژیږي ، ته نه پو هیږي چې دا دهمغې حملې بایلې دي چې زما په څیر عالمانو ستاسو په مذهب ، تهذیب او تمدن باندې کړې ده .« زما دوسته ، دا حملې به روانې وي ، زه وړاند وينه کولاې شم چې یوه ورځ به اسلام په دې دنیا کې نه وي ، او که وي هم ، نو د یوي له منځه تللې او خرابې نظرئې په شکل کې به وي. پیروان به ئې په جنسې لذتونوکې مست وي ، هرڅوک صلاح الدېن ایوبي او نور الدېن زنګي نه شي کیدلاې ، هغوی به نن سبا لکه د نورو په څیر له دې نړۍ څخه ست� �ګې پټوي ، خو دهغوی وروسته چې څوک را ځي هغه به مونږ په نفس پالنۍ کې ککړو، ما به ووژنۍ خو زما مهم نه شئ وژلاې، د انسانانو د وژلو په واسطه مقاصد له منځه نه ځي ، زماپر ځاې به بل څوک را شي ، مونږ اسلام یا ختموو او یا ئې خپل غلام ګرځوو ،... که ته غواړې ما ج� �اد ته ورحواله کوي نوکولې مي شې ، زه نور څه درته نه وایم .»علي بن سفیان دهغه څخه نور هیڅ هم و نه پوښتل ، هغه شایددخپلې دندې په فکر کې وه چې څومره سخته او څومره نازکه ده ،دغه صلیبي تخریب کار چې څه وويل ټول ریښتیا و . هغه کتل چې په قوم کې د اخلاقي تباهیو جراثیم را خواره شوی دې ،د عربو امران او وزیران په مکمله توګه ددغه جراثیمو په واسطه تباه شوی دې ، صلاح الدېن ایوبي د جنګ په ډګر کې صلیبیانو ته ماتې ورکړه او د اسلامې سلطنت دپراخولو په خوبونو کې ډوب دې خو صلیبیانو دداسې اړخ څخه یرغل راوستې چې دهغه مخه نیول د سلطان ایوبي د وس نه وتلې خبره ده .... علي بن سفیان دا عالم جاسوس په خونه کې بند کړ او دهغو خونو تر مخ و درید چې نجونې په کې قید وي ، هغه یوه خونه پرانسته او دننه ور ننوت ، نج� �ۍ په فرش ناسته وه، دده په کتلو سره را پورته شوه، علي هغې ته وکتل ، او د څه ويلو پ� �ته ترې بیرون ووت.*****(۷۲)بله ورځ د غرمي د ډوډۍ د خوړلو وروسته د فوځ او انتظامیې ټول مهم مسؤلین په هغه خونه کې سره راټول شوي و چېرې چې صلاح الدېن ایوبي هغوی ته احکامات و� �کول اولارښووني ئې ورته کولې ، هغوی ټولو ته دا مالومه شوی وه چې یو جاسوس ددوه نجونو سره نیول � �وی دې . هغوی په خپلو منځو کې په همدې موضوع خبرې اترې کولې ، سلطان ایوبي راغې او ټول ئې داسې ژور له سترګو تیرکړل لکه څوک چې د چا تالاشي اخلي .«زما درنو ملګرو !» هغه وويل « تاسې به اوریدلې وي چې مونږ په یوه جومات کې یو صلیبي نیولې دې چې هلته ئې د هغه ځاې د اوسیدونکو خلکو امامت کاوه ، » هغه په تفصیل سره وويل چې هغه په څه ډول او څنګه و نیول شو او بیا ئې ټولې هغه خبر ې واورلې چې هغه جاسوس علي بن سفیان ته په بندي خانې کې کړې وی. علي بن سفیان دا ټولې خبرې سلطان اويوبي ته رسولې وی .صلاح الدېن ایوبي وويل « ما تاسې د لته د نصیحت داوریدلو له پاره نه یاست را بللي ، چې در ته ووایم چې د جاسوسانو او تخریب کا� �انو څخه ځانونه په څنګ کړئ، زه تاسو ته دا هم نه وایم چې د اسلام ددښمنانو سره دوستي کونکي دوزخ ته ځي ، زه یواځې دا ويل غواړم چې د کفارو سره دوستي کونکې ته به دا ځاې دوزخ وګرځول شي ، زه اوس هیڅ غدار ته د مرګ سزا نه ورکوم ، مرګ دخلاصون � �ار ده ، ما اوس د یوه غدار له پاره دا سزا ټاکلې ده چې دهغه په غاړه کې به � �سۍ اچوو اويوه تخته دهغه مخته او یوه شاته نښلوو او هره ورځ ئې په بازا� �ونو کې ګرځوو او په چوکونو کې ئې دروو چې په تختیو به لیکل شوې وي« زه غدار یم » ، هغه به هره ورځ سهار اوماښام په همداسې ځاېو کې درول کیږي تر څو هغه د لوږې او تندې له � �اسه پخپله و مري او دهغه لاش د ښاره بیرون و غورځول شي . دهغه خپلوانو ته به ددې اجازه نه وي چې د هغه جنازه وکړي او یا ئې خاورو ته و سپاري .....«خو زما خوږو دوستانو ! زمونږ ددې کار څخه دښمن ته کوم زیان نه رسیږي ، هغوی به یو بل غدار را پیدا کوي . تر هغې چې د هغوی سره د ښځو د بی حیائې او زر و جواهرات په زیاته پیمانه شتون ولري او زمونږ سره د ایمان کمښت وي نو هغوی به زمونږ په منځ کې غداران اخلي ، ایا دا ستاسې دغیرت له پاره چېلنج نه دې؟ چې ستاسې دښمن ستاسې په جومات کې ناست وي ستاسې قران په لاسو کې اخلي او ستاسې د رسول ص فرمان مسخ کوي ؟ په دې اړخ هم غور وکړئ چې هغه نجونې چې صلیبیان د څارکښۍ او زمونږ د ولس د کړچار د خرابولو له پاره را لیږ ي نو دهغوی له ډلې څخه ډیری ئې د مسلمانانو لوڼي دي ، دا هغه نجونې دي چې کفارو دمسلمانانو دقافلو څخه تښتولي دي او بیا ئې ورته د بدکارۍ د شرمناکه روزنې ورکو� �و ورسته د جاسوسۍ له پاره را لیږلې دي ، فلسطین د کفارو په ولکه کې دې ، هلته چې په مسلمانانو کوم تیرې او ظلم کیږي ، هغه په لنډه توګه دادې چې صلیبیان دهغوی کورونه لوټوي ، که چېرې هغوی شکایت وکړي نو په بنديخانو کې ئې اچوي ، د هغوی تنکي بچېان د هغوی څخه اخلي او پټوي ئې ، په دې کوچنیانو کې چې کوم یو ئې ډیر ښایسته او په زړه پورې وي دهغوی د � �هنونو څخه د قومیت او مذهب فکر باسي ، او هغوی ته دبې حیائې درس او روزنه ورکوي تر څو پرې د نارینه و څخه د خپلو موخو د پوره کولو له پاره کار واخلي. هغوی د مسلمانانو سیمو ته د څارکښۍ او تخریب کارۍ له پاره استوي ، په دې ډلو کې دهغوی خپلې نجونې هم وي . چې په کې د حیا، حجاب اوعصمت هیځ ارزښت نه وي ، هغوی د مسلمانانو لوڼي هم د فحاشت او بدکار ۍ له پاره استعمالوي .....«دهغه وخته راهیسې چې هغوی په فلسطین ولکه کړې ده او تر ټو� �و ستر انقلاب ئې چې هلته راوستې هغه دادې چې هغوی په مسلمانانو باندې د ژوند ساحه را تنګه کړې ده ، هغوی ئې په عامه توګه ووژل ،دهغوی کورونه ئې تالا کړل ،د هغوی د جوم اتونو څخه ئې ګرجی،دعیسايیانو عبادت ځایونه او د آسونو د تبیلو ځاېونه جوړ کړل ، دمسلمانانو نجونې ئې و تښتولې او هغوی ئې په قحبه ځاېو او فحش ځاېو کې کینولی ، هغوی چې ډیرې ښایسته وی هغوی ئې د تخریب کارۍ او بدکارۍ له پاره وروزلې او زمونږ د امیرانو او وزی� �انو په قصرونو کې ئې را ننويستلې ، اوهم زمونږ پر خلاف ئې استعمال کړې . هغوی دمسلمانو کورنیو دکوچنیانو په غاړو کې صلیب را ځوړند کړ. هغه مسلمانان چې د فلسطین څخه را و تښتیدل او زمونږ خواته د پنا اخستلو په خاطر جوپې جوپې راتلل هغوی ئې په لارو کې شهیدا ن کړل ، په لويو لارو ئې زمونږ د لوڼو او خويندوعزت واخست .زما د کلیمي ورنو ! دا � �ړۍ پاې ته نه ده رسیدلې ، اوس هم روانه ده ، دصلیبیانو موخې دادي چې د اسلام کوم نوم اخستونکې پاته نه شي . اومسلمانې نجونې عیسائې نسل و زیږوي ، پرمونږ ټولو الله ج لعنت وائې، چې مونږ خپل هغه مسلمان ورونه او د هغوی کوچنیان له یاده و کاږو چې همدا اوس د ذلت او مظلومیت شپی او ورځی تیروي . ددې نه ستره ګناه به نوره څه وي چې م ونږ هغه شهیدان هم له یاده و باسو چې د صلیبیانو د بربریت ښکار ګرځیدلې دي ..... زه تاسې ته د کوم حکم د کولو نه د مخه ستاسې څخه پوښتم چې ددې حالاتو په وړاندې مونږ څه � �ول دریځ باید غوره کړو ، ستاسې تر منځ تجربه لرونکي فوځيان هم شته او دانتظامیي حاکمان هم .»یو عمر خوړلې قومندان پورته شو او وئې ويل « د مصر امیره ! مونږ ته به ستا د حکم اړتیا څه وي ، دا خو د الله ج حکم دې چې که ستاسې په ګاونډ کې په مسلمانانو باندې ظلم او تیرې کیږی او دهغې ځاې مسلمانان د الله ج د مرستې له پاره چغې وهي نو دا پر مونږ ف� �ض ګرځي چې په هغه هیواد باندې یرغل یوسو او خپلو مسلمانو ورونو ته دهغوی د تیری څخه نجات ورکړو ، مونږ ته په کاردي چې په فلسطین باندې فوځي برید وکړو.»د نائب سالار ۍ د رتبی خاوند یو کس پورته شو او په ډیر ې جذبی سره ئې وويل «پر کفا� �و د فوځي برید تر مخه د هغه مسلمانو امراو او حاکمانو پر خلاف فوځي برید کول اړین دي چې په پټه د کفارو لاس ور ټینګوي ، دا مونږ ته ډیره د شرم خبره ده چې زمونږ په لیکو کې غداران هم شتون لري ، د فیض الفاطمی د مرتبي سړې هم غدار کیداې شي نو بیا خو په وړو خ� �کو باندې څه باور . د یوه مسلمانې لور د عزت د تويولو د بدلې په خاطر که ټول قوم له منځه ولاړ شي بیا هم لږ دې . خو دلته اوس زمونږ د مکمل نسل ابرو تويږي ، او مونږ په دې فکر کوو چې مونږ ته څه کول په کار دي . صلیبیانو زمونږ کوچنیان د بدکا� �ۍ له پاره تیارکړي ، او پخپله پر مونږ د هغوی سره بدکاري کوي . درونده امیره ! که زه ډی� � جذباتي شوی نه وم نو زه دوړاندېز کولو اجازه غواړ م چې مونږ ته د ف� �سطین ولکه کول اړین دي ،ځکه چې صلیبیانو زمونږ لمړنۍ قبله اوس د بدکارۍ مرکز ګرځولې دې .»یو بل کس را پورته شو خو سلطان ایوبي هغه د لاس په اشارې سره بیرته کینوه ، او وئې ويل « ما غوښتل همداسې واورم ، ستاسې څخه چې څوک ماته نژدې اوسیږي هغوی په دې خبر دي چې زما لم ړۍ هدف فلسطین دې . ما د مصر د امارت د دندې د سنبالولو سره سم په فلسطین برید کول غوښتل ، خو اوس ددوه کالو څخه ډیره موده تیریږي چې ایمان پلورونکو زه په مصر کې داسې مشغول کړې یم لکه زه چې په کوم دلدل کې را نښتې اوسم. لږ څه په دې تیرو دوو کالو باندې غور و فکر وکړئ نو درته په ډاګه به شي چې تاسو همدلته د صلیبي تخریب کارانو په خ� �اف په جګړه کې را نښتي یاست ، زمونږ پر خلاف د سوډانيانو را پارول هم زمونږ دخ� �کو څخه و ، د سوډاني حبشیانو له لورې په مصر باندې د یرغل کولو له پاره پارونکې خلک هم زمونږ سالاران او قومندانان و او دهمدې قومي خزاني څخه ئې ، چې د ولس پیسې په کې دي او د الله ج په نوم ذکات په کې را ټول شوی ، تنخوا ګاني اخستلې ، ما په دې هیله دا دوه کاله تیرکړل چې زه جاسوسان ، هغوی ته پناه ورکونکي او دهغوی ملاتړ کونکي او ایمان پلورونکي له منځه یوسم او په فلسطین باندې په ډاډمنه توګه برید وکولاې شم . خو زه دې پایلو ته ورسیدم چې د تخریب کارۍ دا لړۍ له منځه تلونکې نه ده ، مونږ باید هغه چېنه بنده کړو چې د اسلام دښمني خړوبه وي او نوي نوي را ټوکوي ، مونږ په خپ� �ه صلیبانو ته دا فرصت ورکوو چې هغوی دې زمونږ په لیکو کې غداران را پیدا کړي ......«ما تاسې نن دلته په دې خاطر را بللي یاست چې زه اوس پر فلسطین په برید کولو کې ډیر ځنډ نه شم کولې ، د فوځ جنګی تمرینات او روزنه زیاته کړئ ، مجاهدېنو ته د اوږدې محاصرې روزنه و� �کړئ ، زه په ترکانو اوشامي عسکرو باندې پوره باور لرم ، په مصریانو او وفاداره سو� �انيانو کې جذبه نوره کلکولو ته اړتیا ده ، دهغوی په زړنو کې ددښمن پر خلاف قهر او غضب را وپاروئ ، اودا کار په هغه وخت کې شونې دې چې په هغوی کې غیرت را پیدا کړئ ، اوهغوی ته ووایاست چې دا همستاسې لوڼې او خويندې دي چې د صلیب ښکار ګرځیدلي دي ،... دلته چې د انتظامی امورو کوم وګړي شتون لري دهغوی دنده او مسؤلیت دادې چې هغوی د جوماتونو امامانو ته ووائې چې خلکو ته د جهاد اهمیت اوفرضیت و ښئی، او په نوي را ځوان � �وو هلکانو کې د عسکري روزني له پاره فکر را پیدا کړي ، هر هغه امام یا خطیب چې اسلامي نظریات په غلطه توګه دخلکو تر مخ ږدي ، سمدستي ئې له امامته ګوښه کړئ ، که چېرې کړچار صحیح وي نو هیڅ ډول هڅې به څوک بې لارې نه کړي ، ذهنونه فارغ مه پریږدئ ، پرانستې ئې مه پریږدئ ، او که نه دښمن به ئې استعمالوي ،... د فوځونو د کوچ احکامات به تاسې ته ډیر ژر در ورسیږي . الله ج دې ستاسې حامي او ناص� � وي .»*****(۷۳)اوه ورځې تیرې شوی –جاسوس عالم او دغه دوه نجونې سلطان ایوبي ځانته د کتلو له پاره وروبللې ، کله ئې چې هغوی را وستلې نو سلطان ایوبي ورته وويل چې دوی په هغه بله خونه کې کینوئ، دهغوی په پښو کې بیړۍ او په لاسونو کې زنځیرونه وو. په هغه خونه کې ئې چې هغوی کینول هغه د سلطان ایوبي دځانګړې خونې سره نښتې وه ، ددې دواړو خونو تر منځ یوه د� �وازه وه ، ددروازی یوه دړه پرانستې وه ، سلطان ایوبي په خپله خونه کې ګرځیده ،او په دې ګرځیدو ګرځیدو کې وويل ،« ماپه (کرک) باندې د سمدستي برید پرکړه کړې ده »(کرک) په فلسطین کې دېوي کلا په څیر سیمه وه، هلته مشهوره سیمه (شوبک) نومیده ، دا هم یوه ډیره مستحکمه کلا وه ، (شوبک) د صلیبیانو مرکز و ، صلیبي پادشاه او دهغه قومندانان به ډیر وخت هملته په (شوبک) کې سره را ټولیدل ، دا د صلیبیانو د څارکښۍ مرکز هم و ، او په همدې څانګه کې به خلکو ته روزنه ورکول کیده . دسلطان ایوبي په فوځ کې او د هغه په انتظامیه کې دا په ډاډ سره ويل کیده چې سلطان ایوبي به تر ټولو دمخه په (شوبک) باندې برید کوي . ځکه همغه ځاې د ډیر اهمیت وړ ښکاریده ، او دا ويل کیده چې که چېرې دا ټینګه کلا ووهل شي نو بیا د صلیبیانو دملا تیر له منځه ځې . خو س� �طان ایوبي به ويل چې زه لمړۍ په (کرک) برید کوم ، داځاې د (شوبک) نه وروسته ددویم اهمیت وړ ځاې ګڼل کیده ، یو نائب سالار ورته وويل « درونده امیره ! ستا حکم د سر په ست� �ګو ، خو زما ناقصه رایه داده چې لمړۍ په (شوبک) باندې باید برید وکړل شي . ددښمن م� �کزي قومنده له منځه وړل تر هر څه اړین دي . که مونږ (شوبک) په ولکه کې راوست ،نو بیا خو د (ک� �ک) ولکه کول ګران کار نه دې . او که چېرې مونږ خپل توان په (کرک) باندې ضایع کړو نو بیا به د (شوبک) ولکه کول شوني نه وي »په هغه بله خونه کې دا جاسوسان ناست و ، دروازه هم نیمائې پرانستې وه ، دسلطان ایوبي د خوني خبرې دلته ډیرې پاکې اوریدل کیدې ، دعالم جاسوس غوږونه و دریدل ، هغه سوکه سوکه دروازې ته ورنژدې شو،په همدې وخت کې سلطان ایوبي ويل « زه غواړم چې درجه په درجه وړاندې ولاړ شم ، (کرک) د (شوبک) په نسبت تر ټو� �و اسانه ښکار دې ، زه غواړم په هغې ځاې کې د ولکې وروسته خپله نظامي هډه جوړه کړم ، مرسته را غواړم او فوځ ته د څه مودې د ارام وروسته په پوره چمتوالي سره په (شوبک) دبرید حکم کوم ، زمونږ د جاسوسانو په مطابق ددې سیمي دفاع دومره ټینګه ده چې مونږ باید هغه ځاې تر اوږ دې محاصرې پورې له ځانه سره و ساتو . زما له آنده په (کرک) به زمونږ ډیر ځواک ضایع نه شي ، م ونږ ته تر ټولو لمړۍ هلته یوه نظامي هډه او عسکري تمځاې ته اړتیا ده ، او د لوژیستکې موادو د رارسیدلو داسې ځاې چې دهغې ځاېه مونږ ته سمدستي مرسته را ورسیږي .عالم جاسوس د دروازې تر څنګ ناست و او خبرې ئې اوریدلې . دواړه نجونې ئې هم تر څنګ ناستې وي ، علي بن سفیان هم ددې راز په اوریدو څه توجه ونه کړه ، شونې وه چې سلطان ایوبي او علي بن سفیان په دې خاطر احتیاط نه وي کړې چې جاسوسان بیرته (شوبک) ته تللاې نه شي ځکه هغوی په عمري بند محکومیږی او یا به ئې جلاد سرونه پرې کوي ،عالم جاسوس نجونو ته په غوږو کې وويل « کاش زمونږ څخه کوم یو ددې ځاې څخه وتلې شواې،اودصلاح الدېن ایوبي ددې ارادې او پلان اطلاع مو (شوبک) او (کرک) ته ور رسولې واې ، دا څومره ارزښتناکه راز دې ، که چېرې دا راز دمخه هلته ور ورسیږي نو د مسلمانانو فوځ به (کرک) ته د و� �سیدو دمخه په لارو کې د جنګ جګړو په واسطه له منځه ولاړ شي او دهغوی یرغل به د(کرک) څخه ډیر لرې د ماتې سره مخ شي او حالات به بدلون و مومي.«مونږ باید دا هر څه په پوره راز سره عملې کړو »سلطان ایوبي په خونه کې د ګرځیدو په وخت کې وويل « که چېرې صلیبیانو ته زمونږ د حملې خبر دوخته مخته ور ورسیږي نوبیا خو مونږ (کرک) ته نه شو ورسیدلاې ، هغوی به مونږ په لاره کې مصروف کړي ، او زمونږ له پاره دا خورا خطرناکه ده ځکه زمونږ فوځ د صلیبیانو د فوځ څخه ډیر کم دې . دصلیبیانو د سپرو نه علاوه دهغوی آسونه او وسلې هم زمونږه څخه ډیرۍ ښې دي.، هغوی د اوسپنې خولۍ او اوسپنیز واسکټونه لري اوپه ځان زره هم را اچوي ، دهغوی دهمدې تاکتیک په واسطه زمونږ غشي ويشتونکي بیکاره شوي دي ، زه غواړم چې صلیبیان په بې خبرۍ کې را ګیر کړم تر څو هغوی ته په پراخه ډګر کې دجګړی کولو موقع په لاس ور نشي، که چېرې هغوی په پراخه ډګر کې و جنګیږي نو زمونږ تر شا به زمونږ د موادو د را رسیدو لارې پر مونږ و تړي ، اوپایلې به ئې ماتې او په � �ا تګ نه اخوا نور څه نه وي. زه به هماغه لاره خپلوم ، چې د جاریب د غونډیو څخه تیریږي ، دا ډیره ستره او پراخه سیمه ده ، خو ماته یواځې دا خطر تر سترګو کیږی چې که چېرې صلیبیان په لاره کې راشي او وجنګیږي نو بیا باید مونږ د ماتی له پاره چمتو و اوسو .»« ددې علاج دادې چې فوځ په درې څلورو برخو باندې وويشل شي او د شپې له اړخه کوچ وکړل شي ، د ورځې له اړخه کوم خوزښت ونه شي.» علي بن سفیان ورته وويل « په لاره کې چې هر چېرې کوم ا جنبي انسان یا قافله تر سترګو شي هغوی له ځانه سره وساتۍ او (کرک) ته تر رسیدو پورې ئې له ځانه سره ملګري کړئ، د څارکښۍ پر خلاف همداسې اقدام مناسب ګڼل کیږي .»پاته په اوویشتمه برخه کې ولولئ......"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ٤ تنو ولسى وګړو مړى زابل کې پيدا شوي", "output": "د پنجشنبې او جمعې په ورځو، په دوو جلاوو پېښو کې دولتى افغان پوليسو د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ کې د ٤ تنو ولسى وګړو مړ ى پيدا کړي دي . دولايت وياند ګلاب � �اه د پېښې پخلۍ کړى او وايى نوموړى کسان په ډيره بې رحمانه توګه وژل شوي دي . نوموړى کسان د شاجوى ولسوالۍ د خاکه له سيمې څخه ناپيږانده کسانو له خپلو کورنو ايستلى وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روسيې او اروپايي ټولنې غونډه بې ګټي پاى ته ورسېده", "output": "د اروپايي ټولنې او روسيې د مش� �انو غونډه تېره ورځ بې ګټي پاى ته ورسېده. دغه غونډه له شخړو ډکو مسايلو پرسر لکه د بشر د حقوقو تر پښولاندې کول، سوداګرۍ، انرژي او د کاسوو د راتلونکي د دواړو خواوو د اختلاف لپاره له ماتې سره مخامخ شو. دغه پيل به د دواړو خواوو د اړيکو ترمنځ بل فصل وي.د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د استوانيا او لتوانيا جمهوري هېوادونه چې د اروپايي ټولنې غړي دي په دغو هېوادونو کې د لږه کي روسي توکمو د حقوقو په تر پښو لاندي کولو تر سختو نيوکو � �اندې ونيول.دا په داسې حال کې ده چې د اروپا د کميسيون مشر خوزه مانويل باروسو روسيې ته خبردارى ورکړى چې د ټولنې پر يوه غړي د دغه هېواد هرګام د ټولي اروپايي ټولنې پر خلاف ګام بلل کېږي.د آلمان لومړۍ وزيرې انګېلا م� �کل هم روسيه د مخالفينو د نيولو او د هغوى د مظاهرو د مخنيوي لپاره تر نيوکو لاندي ونيوه. تېره ورځ روسي چا� �واکو سامارا ښار ته چې دغه غونډه په کې ترسره شوې وه د کرملېن د مخالف سياسي فعال او نامتو شطرنج باز ګاري کاسپ� �وف په ګډون د دغه هېواد د مخالفينو د الوتنې مخه ونيوله. که هرڅومره په نظر برېښې چې د اروپا د مشرانو تصور د اختلافاتو لپاره د ګډو ارزښتونو پربنسټ د روسيې له همراهي څخه له ناکامي سره مخامخ شوى دى، په همدې حال کې د دواړو خواوو ترمنځ پراخې سوداګريزې اړيکې د ډېرېدو په حال کې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دشهید سردار محمد داوخان دفاتحی خبرتیا مونشن", "output": "د هیواد د لومړني ولسمشر � �هید سردار محمد داوخان او د کورنۍ د نورو شهیدانو غړو فاتحه چې د تېرې اونۍ په منځ په پلازمېنه کابل یی هډوکی خاورو ته وسپارل شول، په مونشن/ جرمنی کې د میرویس نیکه په جامع جومات کی داسلامی اوکلتوری مرکزدخطیب مولوی صدیق الله فدایی له خوا دیکشنبې په ورځ ،دمارچ دمیاشتی په٢٩ نیټه دماسپیښین له ٢بجو تر ٤بجو پوری اخیستل کېږي. دوستان دې خبر وي په مونشن کی داسلامی مرکز مشر تابه دتیری جمعی په ورځ دجمعی دلمانځه داداکولونه و� �وسته په غوڅ ډیره کی اواکثریت پریکړه وکړه، چی زمونږ داسلامی اوکلتوری مرکز دمونشن په ښار کی له نن څخه و� �وسته دمیرویس نیکه جامع جومات په نوم ونومول شو او کتابتون یی درحمان بابا په نوم یادیږی. وسلام دم یرویس نیکه جامع جومات پته Machtlfingerstr. 1081379 MünchenTel:015150413594"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر انټرنېټ تبليغ؛ د القاعدې نوې قاعده", "output": "سرچينه: كرسچن ساينس مانيټور.............. (( ايمان لخرين)) په داسې حال كې، چې هڅه يې كوله وښيي، يو ستر ګواښناك كار كوي، خپل لاسي بكس يې د مراكش د پ� �ازمېنې كازابلانكا تر ټولو ښكلي كافيخونې پر مېز كېښود. هغه په يوه ځانګړې لهجه، چې د مراكشي زلميانو ترمنځ دومره پردۍ نه ګڼل كيږي، وويل، چې په بكس كې چاودېدونكي توكي دي. كه څه هم له خبرو يې جدي توب يا شوخي نه څرګندېدل، خو اورېدونكي ته يې دا انګيرنه وركوله، چې پر خبره يې بايد باور وكړي. څلوركاله مخكې هغه له خپلې غبرګونې خور سره يوځاى د مراكش د پارلمان پر وړاندې د ځان چونې او ځانمرګي بريد د پلانونې په تور نيول شوې وه. دا دواړه هغه م هال ۱۴ كلنې وې. محكمې هغوى پر ۲۰۰۳ ز كال په پنځه كاله بند محكومې كړلې او دوه كاله د كازابلانكا په يوه او ۱۸ م ياشتې په بل ځاى كې تر زندان تېرونې وروسته خوشي كړاى شوې. ايمان كه څه هم ټينګار كوي ، چې نور به تاو تريخوالي ته وړه نه ښه كوي ، خو اوس هم لا پر همغې ايډيالوژۍ باور لري، چې له خور سره يې يوځاى د ځانمرګي بريد پر لور وهڅوله. هغه هره ورځ پر انټرنېټ د بنسټپالو دافراطي تبليغ وېب پاڼې ګوري او غواړي له امريكايي ځواكونو سره د جګړې � �پاره عراق ته لاړه شي. دا دوه پېغلې مراكشۍ نجونې د هغه نوزېږي ګواښ بېلګې دي، چې د امنيتي چارو د كارپوهانو په باور د عربو او يو شمېر لويديزو هېوادونو د زلميانو له لارې ټوله نړۍ ورسره مخ ده. دا هغه زلميان دي، چې د ال� �اعدې ډلې او نورو بنسټپالو ډلو له خوا جذب شوي دي. تر ټولو ستونزمنه دا، چې دغه زلميان له هيڅ ترهګريزې ډلې سره تړاو نه لري، بلكې دا پخپله يو خودجوشه عمل كوي. د برېټانيا د اېم شپږ يو استخباراتي شبكې يو تن مامور جاناټن اونس څه موده وړاندې ويلي و، چې ترهګر په نوموړي هېواد كې په ډېره فعاله توګه زلميان ور جذبوي. هغه زياتوي: (( هغوى بېوزلو يا ځورېدلو يا دغسې ايډيولوژيي لرونكو ځوانانو ته خپل تبليغ كوي او ترهګريزو كړو وړو ته يې هڅ وي. )). د انس په ادعا، د ۱۴ او ۱۵ كلونو په عمر هلكان هم دسې چارو ته هڅول شوي او دا د ترهګريزو ډلو يوه نوې ست� �اتيژي ده. د بې نظير بوټو تر مرګ يوه ورځ مخكې پوليسو يو ۱۴ كلن زلمى په داسې حال كې ونيو، چې د بېنظير بوټو پر وړاندې يې ځان الوزاوه. په سپټمبر مياشت كې هم يو ۱۵ كلن هلك له چاودېدونكو توكو ډك موټر د الجزاير د سمندري ځواك په يوه مركز كې والوزاوه او ۳۰ تنه يې ورسره ووژل. د نومبر مياشتې په منځنيو ورځو كې امريكا اعلان وكړ، چې د كاناډا اوسېدونكى عمر خدر ، چې په ۲۰۰۱ ز كال په افغانستان كې نيول شوى و، مجرم وګاڼه او هغه به د جنګي جنايتونو په تور محاكمه كيږي. هغه لومړنى زلمى دى، چې په دغه تور له يوې پوځي محاكمې سره مخ كيږي. خدر د نيول كېدو پرمهال � �۵ كاله عمر درلود او د القاعدې شبكې د يوه غړي په توګه پېژندل شوى دى. د مراكش د بهرنيو چارو وزارت د ترهګ� �يزو چارو د يوې څانګې مشر خالد زرولاى وايي، چې موږ اوس له منظمو ټولنو او ځانګړو كسانو سره مخ كېږو، چې له ترهګرو ډلو سره هيڅ تړاو نه لري او ډېرى يې زلميان دي. هغه زياتوي: (( همدغه كار موږ ته د هغوى پېژندګلوي ستونزم نه كړې ده)). د امريكا د يوتنا پوهنتون د اړيكو استاد ګبريل ويسمن وايي، چې تر پنځو زرو ډېر سايټونه د ترهګريزو اهدافو په چوپړ كې دي. دا په داسې حال كې ده، چې د القاعدې له لارې په مستقيمه توګه څو سوه سايټونه رهبري كيږي. د دوهم ملك حسن پوهنتون د دكتورا دورې محصل عبدالله رامي په كازبلانكا كې د سلفي غورځنګ لپاره د انټرنېټ پر ارزښت كار كوي او وايي، چې القاعده نوره اړه نه ده، چې د خپلو طرحو لپاره د افريق شمال ته څوك واستوي، ځكه ګڼ مينه وال د انټرنېټ له لارې اړيكي نيسي او دغو چارو ته تيارى ښيي. د ايمان لخرين لپاره په لومړيو كې له سلفي غورځنګ سره اړيكي يو مجازي كار و. د سپټمبر د ۱۱ مې تر پېښو وروسته هغه د لومړي ځل لپاره د بن لادن په اړه واورېدل. هغه د نو� �و همزولو نجونو په څېر د كور او كورنۍ د سمبالښت هيله لري او كله ،چې د مېړه او واده خبره كيږي، غومبوري يې سره اوړي. ايمان او خور يې پر ۱۹۸۹ كال د يوه ناموفق واده په ترڅ كې نړۍ ته راغلې او خپل نيكه او نيا ته وسپارل � �وې . هغوى تر ۵ كلنۍ پورې د نيا او نيكه په غېږ كې وو، خو وروستنه بېلابېلو كورنيو ته ورغلې. وروسته يې يوې سلفي كو� �نۍ ته لاره وكړه ، خو كله، چې په ځوانۍ كې بېرته له خپلې مور سره يوځاى شوې، له بنسټپالو سره يې اړيكي پياوړي شوي وو. ايمان د يوه سيمه ييز مولوي (( عبدالقادر بصير)) مريده شوه. بصير هغوى په چيچن او افغانستان كې د شهادت � �ارې ته هڅول. كله، چې د ۲۰۰۳ ز كال په مئ مياشت كې څو زلميانو د كازابلانكا په چاودنو كې ۴۵ تنه د مرګ كومي ته يووړل، هغوى هم هوډ وكړ، چې په يوه شراب پلورنځي كې ځانونه والوزوي. وروسته يې دا طرح بدله كړه او د پارلمان پر وړاندې يې د ځان چونې پلان جوړ كړ. ايمان تر عمليات مخكې د خپل جومات ملا ته يو ليك واستاوه او له هغه نه يې ددغه كار په اړه پوښتنه وكړه. څو ورځې تېرې نه وې، چې پوليسو دواړې خويندې ونيولې. محكمې پر دوى تور ولګاوه، چې پر � �اهي كورنۍ يې بريد كاوه، هغوى نه يوازې دا، چې دغه تور ومانه، بلكې پر شاهي كورنۍ يې ښې اوږدې نيوكې وكړې. محكمې په همدې حساب هغوى په دوه نيمو كلونو بند محكومې كړې. وروسته يې پر بند بيا كتنه وشوه او يوه كال ته راټيټ شو. په زندان كې له يوې مودې وروسته هغوى پر خپل كار پښېماني وښوده او وبښل شوې. د مراكش پاچا شپږم ملك محمد هغوى د ۲۰۰۵ كال په اپرېل كې له يوشمېر نورو كسانو سره يوځاى وبښلې. هغوى تر خلاصون وروسته د بشري حقونو د يوې ډلې په مرسته د موټرجوړونې په يوه كارخونه كې پر كار بوختې شوې. د مراكش كورنيو چارو وزارت اعلان كړى، چې هركال د ۲۰۰ كورونو د جوړولو طرح په پام كې لري او په دې توګه به د كازابلانكا په شاوخوا كې د ((بنسټپالو اوسېدونكو)) ټغر ورټول شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزي په امريکې او بريټانيا سخته نيوکه وکړه", "output": "م.جلالزی افغان ولسمشر حامد کرزي په يوه ځانگړي مرکه کې چې د شنبې په ورځ د نيويارک ټايمزNew York Times امريکايۍ ورځپاڼي خپره کړه، په خپل هيواد کې په ميشتو بريټانوي او ام� �يکايي ځواکونو نيوکه کړي چې گواکې په خپل سر نيوني کوي او د ملکي تلفاتو د شميرې په کمولو کې هم بي باکي کوي .ولسمشر ويلي چې حکومت ېې هڅه کوي چې په دې برخه کې د پاليسي جوړونکی رول ولوبوي . ولسمشر کرزی وويل:زه له امريکايي ځواکونو غواړم چې د شکمنو طالبانو او د هغوي د غمخوارانو له نيولو لاس واخ� �ي.نوموړی واېې د امريکايي ځواکونو دا کاورنه د دې سبب شوي چې په طالبانو او هغو کسانو کې چې غواړي د سولي له بهير سره يو ځای شي او خپلې وسلې پر مځکه کيږدي ويره خپره کړي او هغوي سولي ته له ورگډيدا څخه ځانونه شاته کړي او په نيغو وسله والو فعاليتونو کې برخه واخلي . حامد کرزی نيويارک ټايمز ته ويلي د امريکې په مشرۍ � �ه ايتلافي ځواکونوېې غوښتي ،د دې پر ځای چې د افغانستان په کليو او بانډو کې په القاعدې او طالبانو پسي وگرځي هغوي بايد د دې دوو ډلو اصلي مرکزونو ته چې په پاکستان کې موقيعت لري ورشي .نوموړي له تير کال راهيسي د بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال د ولسي وگړو د مړيني په شميرې کې د پام وړ کموالي څخه خبر ورکړ خو لا ېې هم په وار وار غوښتنه کوله چې دا تلفات بايد صفر سي .داسي انگيرل کيږي چې و� �سمشر کرزی ځکه دا وخت په خپلو نژدې نړيوالو متحديدنو نيوکي کوي چې د ولسمشرۍ ټاکني را نژدې کيدونکي دي او دا څرگندوني به د ښاغلی کرزي د انتخاباتي کمپاين يوه برخه وي خو نړ يوال بيا د ح امد کرزی اوسنۍ اداره يوه ظعيفه او په مالي فساد ککړه بولي .هغوي واېې چې د ولسمشر کرزي د کابيني ځيني غړي او گڼ شمير واليان او د پوليسو قوماندانان د مخدره داروگانو په ليږد را ليږد کې لاس لري او همدا کار د دې لامل شوی چې ځيني ولسونه په حاکم حکومت بی باوره شوي دي .ولسمشر کرزی وايې افغانستان دری لسيزي جگړه تيره کړي او د انتقالي حکومت له جوړيدو را پدې خوا ډير پرمختگونه شوي خو هغه ناکامۍ چې محسوسي دي نو په هغو کې يوازی افغان حکومت نه بلکه نړيوال متحدين هم ملامت دي .ولسمشر چې د ولسم شرۍ په ماڼۍ کې ېې خبري کولي د جگړو پر مهال د ملکي تلفاتو د شميرې له کميدو څخه خوښي وښوده . ولسمشر کرزي امريکايي ځواکونه او ځيني جنگ سالاران په دې گرم وبلل چې وسله وال طالبان ېې په کال 2001 کې له افغانستان څخه په زور پاکستان ته وشړل او هغوي بيا وسلي ته لاس کړ او اوس د افغان حکومت پر وړاندي جگړه کوي په داسی حال کې چې کيدای شوای له نورو تکتيکونو څخه هم کار اخيستل شوی وای.ولسمشر کرزی هغي بيلگي ته اشاره کوي او واېې چې يو طالب مشر له طالبانو څخه جلا شوی وو او په کابل کې ېې هټۍ لر� �ه او په داسي حال کی چې نوموړی د سولي له بهير سره يو ځای شوی وو امريکاېې ځواکونو دری ځله په ناحقه ونيو او ويې کړاوه .ولسمشر کرزی ويلي هغه طالبان چې د طالبانو له ليکي جلا کيږي هغوی بايدپه خپل هيواد کې د م صونيت حساس وکړي نه دا چې د امريکايانو له خو په ا بيا بيا ونيول شي او په دې اړ ه مونږ سخته انديښنه لرو. (د کابل ښاروالۍ په ديوال د ولسمشر کرزی انځور)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درې ملکي وګړي په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول", "output": "په تخارکې دافغان دولت په يولړچانيزوعملياتوکې درې ملکې وګړي وژل شوي او ددولت مخالفې وسلوالې ډلې نه ٧ تنه نيول شوي دي . د روستاق ولسوال محمد حسين بېنوا ته وويل: (( چې د افغان دولت ديولړچانيېزوعملياتوپه ترڅ کې ددغه ولسوالې دقرلک حوزې په سېمه کې دجګړې نه وروسته ٧ تنه نيولې دي . نوموړې زياتوي چې په دغه عملياتوکې ئي دمخالفووسلوالوڅخه يوميل راکټ ،يوميل کلاشنيکوف ،يوميل مارکول اوداسې نورې سپکې وسلې هم نيولې دي . هغه داهم وويل چې په جګړه کې دښکيلو ډلو په ډزوکې دري ملکې وګړوته مرګ ژوبله اوښتې ده . )) خودانه ده جوته چې عام وګړي دکوم لورې پرډزووژل شويدي .ديادونې وړ ده چې تيره ورځ په همدغه ولسوالې کې دبې مسوله ډلو دبې وسلې کولواوځپلو لپاره عمليات ترسره شوي وو خو ددغوډلومشران بيا په تيښته بريالې شوي وو او وسلې تري دجګړې پرميدان پاتي وي . وسلوالو ډلودقرلک په سېمه کې دعام وګړودزورنې په موخه شخصې زندانونه جوړکړې وو اوهمداراز دخلکوپه وژنه اوزورونه هم تورن وو . ددغوبې مسولوډلوله لورې په دغه ولسوالې کې په دي ورستيوکې ډيرې خلک په تنګ راغلې وو. دپوليسو په وينا ددغووسلوالوډلومشران چې ګل تازه اورسول نوميږي دامهال دپوليسولخوا په کلابندي کې دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وجدان", "output": "وجدان زه مې وجدان ته ځان نه ملامتوم کله چې يوه وړه غوندې ګناه وکړمه دخپل وجدان محکمه مې دپيښيمانۍ په اور کې دومره سيځي چې د رحمان دوزخونه ورته ساړه وي ځکه دښکلو دښکلولو تمه نه کوم ځکه له شوخو نجونو لرې ګرځم ځکه په ډاډسره درته وايم چې ما خپله ځواني ستا ترپيغلتوبه ښه ساتلې 22\\10\\1387 لمرټلويزون عبدالقديم وياړ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طالب د له منځه وړو لپاره زغره والې چورلكې", "output": "اوس د افغانستان جګړه په يوه نړيواله اندېښنه بدله شوې، ځكه چې د ناټو په څېر قوي ځواك نن په افغانستان كې له ناتوانۍ سره مخ دى، په دې وروستيو كې د ناټو ډېر غړي د افغانستان له جګړې څخه په شا شوي او غواړې چې خپل ځواكونه له هېواد څخه وباسي، ځكه چې دوى ته څ� �ګنده شوه چې په دې هېواد كې جګړه كول او جګړه ګټل ډېره ستونزمنه خبره ده. د برتانيې د ډيلي ټلګراف ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه كې ويلي چې د برتانيې چورلكې د افغانستان له جګړې او د طالبانو په وړاندې بې وسه دي. نوموړې ورځپاڼه زياتوي، چې د برتانيي د دفاع وزارت خپلو پوځونو ته په افغانستان کې د جګړې په مهال د دوى د اړوندو چورلکو په کا� �ولو بنديز لګولى او د دې کار لامل يې دا بللى دى، چې د دوى چورلکې د طالبانو د جنګياليو د توغنديو او مرميو په وړاندې په زغره وال سېستم نه دي سمبال شوې.نن ورځ برتانيه چې ځان ته يو نړيوال ځواك وايي، د افغان دولت له مخا� �فينو سره چې هېڅ ډول پرمختللې وسله نه لري، د جګړې په مهال كمزوري ښيي، سره د دې چې برتانويان هر ډول وسله په واك كې لري. نوموړې ورځپاڼه د برتانوي پيلوټانو په حواله ليکي، چې د دوى په شپږو ميرلين پوځي چورلکو کې د توغنديو او مرميو ضد زغروال سېستم په نصبولو کې بې غوري به د دې چورلکو د پيلوټانو، کارکوونکو او سپرليو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.په افغانستان کې د پوځي تجهيزاتو او نظامي چورلکو دا ډول نيمګړتياوې چې برتانوي پوځيان ورڅخه تل سر ټکوي هغه پراخې ډاګيزې نيوکې او انتقادونه دي، چې د دې هېواد جګپوړي پوځي مشران او سياستوال هم سخت ځوروي، دا په داسې حال کې چې د دوى د پوځيانو له لوري د زريپوښ ډوله جيپانو له كارولو سره سره يې بيا هم د مرګ ژوبلې شمېره ورځ تر بلې ډېرېږي.ورځپاڼه زياتوي، يو برتانوي پوځي چارواكى وايي، چې زه دا نه خوښوم، چې د خپلو چورلکو سپاره پوځيان په داسې حال کې راستنېدونکي ووينم، چې ځانونه يې د چورلکو په پټيو تړلي وي او بدنونه يي د طالبانو په مرم يو غلبېل غلبېل وي.نوموړي د افغانستان په فضا کې د دا ډول چورلکو کارول له هغې لارې سره پرتله کړل، چې ډېر م اينونه په کې خښ شوي وي او څوک ګاډي پرې چلوي.له بلې خوا څخه برتانويان د خپلو چورلكو د زغروال كولو له لګښت څخه هم وېره لري. د برتانيې چارواکو په (کيفلار) ډوله زغره ييز سسېتم د ميرلين چورلکو د سمبالولو سپارښتنه کړي ده، چې د يوې چورلکې د زغروال کولو بهس (۱۶۸۱۸۵) امريکايي ډالرو ته رسېږي، خو د دوى دا غوښتنه نه ده منل شوې، چې په دې ډول سره د ورځپاڼې په وينا د افغانستان هلمند ولايت ته د دې چورلکو د استولو امکانات هم ورسره لږ شوي دي.د ډيلي ټلګراف ورځپاڼه وړاندې ليکي، د برتانيې د دفاع وزارت به تر هغې پورې د دا ډول چورلکو کارول وځنډوي، ترڅو چې په زغره ييزو وسايلو سمبال شوي نه وي او يا به يې له ناڅرګندو خطرناکو ناتضمين شوو عواقبو سره له مخام خ کېدلو سره سره د افغانستان په لور استوي، چې د دې کار پايلې هم له خطر څخه ډکې دي.ورځپاڼه د تر لاسه کړو استخباراتي معلوماتو په استناد ليکي، چي وسلوال طالبان له دې سره مينه لري، چې له دوى سره په پرېمانه موجودو توغنديو او وسلوسره د برتانوي پوځيانو لېږدوونكې ځانګړې برتانوي چورلکې په نښه کړي او را ويې غورزوي. په داسې حال كې د برتانيې چورلكې د افغانستان د دولت د مخالفينو له زور څخه سرټكوي چې دې هېواد ته د دوى د راتګ اتم كال پو� �ه كېدونكى دى، چې په دې اتو كلونو كې دوى په دې هېواد كې هر ډول وسلې وكارولې او د همدې چورلكو په وسيله يې د ډېرو بې وزله او ملكي افغانانو ژوند ته د پاى ټكى كېښود، دوى په همدې چورلكو د ډېرو بې وزلو افغانانو ژوند واخيست او د دوى دا كارونه د ټولو افغانانو د نفرت او كينې لامل وګرځېدل. كه چېرې دوى ته تر دې هم پورته او زغره والې الوتكې و� �كړل شي نو كېداى شي چې دا ځل به د دوى بې شانه ظلمونه د بهرنيانو په وړاندې د افغانانو له لويو پاڅونو سره مخ � �ي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لسو فرانسوي سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته", "output": "د تر لاسه سویو رپوټونو پر بنسټ په افغانستان کې د مېشتو فرانسوي ځواکونو له ډلې څخه لسو تنو ته يې پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په مرکزي سیمو کې مرګ ژوبله اوښتې ده د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سرکوزي ویلي دي چې یو فرانسوی عسکر هغه وخت مړ او نهه نور ژوبل سول کله چې يې په ګزمه باندي وسله والو مخالفینو برید وکړ ،نوموړي د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بللی سرکوزی وایي چې برید د یادو ځواکونو د یوې اډې چې په نجراب ولسوالۍ کي پرته ده او د بګرام هوايي ډګر تر منځ د (شوکې) په سیمه ترسره سوی فرانسوي ولسمشر د خپلو سرتیرو په مرګ ژوبله خواشیني ښودلې او په افغانستان کي د مخالفینو بریدونه يې د( ړانده وحشت) په نوم یاد کړي او دقربانیانو له کورنیو سره يې خواخوږي ښودلې نوموړي همداراز ژمنه کړې چې هیواد به يې په افغانستان کې دده په خبره سولې او بیارغوني ته دوام ورکړي په افغانستان کې ددې سرتیري په وژل کیدلو سره د مړو فرانسوي عسکرو شمېره دېرشو(۳۰) ته ورسیده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هالنډ: دړ ترهګریزو بریدونو دسیسه شنډه کړای شوه", "output": "زمان شاه - امستردام د هالنډ پولیس وایې چې د دوو ترهګرو په نیولو سره یې دغلته د ترهګریزو بریدونو دسیسه شنډه کړي ده.د امستردام په ښار کې د ترهګریزو بریدونو په تور د نیول شویو دغو دوو کسانو هویت نه دی په ګوتو شوی.د امستردام ښاروال جاب جوهن وویل چې دغو کسانو غوښتل د ښار په جنوب لویدیځ کې په رسټورانټونو او ګڼ میشتو سیمو باندي ترهګریز او قاتلانه بریدونه وکړي. له نیول شویو کسانو څخه پوښتني ګرویږني رواني دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص", "output": "١٦ دوری ١٣٨٤ دپښتورګو د ناروغۍ ډېر چټک تشخيص د سينسيناتي دپوهنتون څېړونکې په دې نيژدې وختوکې داسي يو ډول پروتيين موندلي دي چې د پښتورګو د ناروغيو په اړه تشخيص کوي . د سينسيناتي د ماشومانو دشفاخانې د طبي مرکز څېړندويان په دې هکله وايې چې دغه پروتيين چې NGAL نوميږي د پښتورګو د ناروغۍ په هکله ډېر روښانه او منلی تشخيص را وړاندي کوي. د medlineplus انترنيتي رسنی په حواله ددې پروتيين نه په استفادې سره کېداي سي چې د څو ساعتو په اوږدو کې د پښتورګي تکليف تشخيص او په تداوی يې ﻻس پوري سي. دا په داسي حال کې تر سره کيږي چې د نني آزمايښتو دپاره لږ تر لږه د يوې نه تر درو ورځو پوري وخت په کار دی . په داسي يو بېړني تشخيص سره اوس کېداي سي چې په ډېره چټکتيا اوپه ډېر لږ مصرف او د بري په ډېر لوړ اطمينان سره څوک په دې و توانيږي چې د پښتورګو د ناروغۍ علاج وکړي . اوس د هغو ناروغانو دجملې نه چې بستري کېږي په سلو کې پنځه او د هغو نورو بيا په سلو کې د دېرشو نه تر پنځوسو پوري چې دپښتورګو د ناروغۍ له کبله تر ځانګړي مراقبت لاندي بستري کېږي د تشخيص د ځنډ او نورو دليلونو له امله خپل ژوند د ﻻسه ورکوي ددې مطالعې پايلې د LANCET د خپروني په وروستی ګڼه کې چاپ سوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بغلان کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې.", "output": "دولسي جرګې منشي سلجوقي بینوا ویبپاڼې ته وویل چې نن مازدیګر دبغلان ولایت دقندو په فابریکه کې دځانمرګي برید له امله دولسي جرګې داقتصادي کمیسیون مشر سید مصطفی کاظمي په ګډون درې دپارلمان نور غړي وژلي، او دغه راز یې زیات ټپیان کړي، دبغلان ولایت ځینو چارواکو ویلي چې پدغه ځانمرګي برید کې ۹۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي، لا تراوسه پدې اړه امنیتي چارواکو کومه رسمي اعلان ندی کړی، دسلجوقي په وینا دپارلمان اقتصادي کمیسیون دخلکو دشکایتونو اوریدو ته ورغلي ول، پیښه په څ� �ور بجو نن شوې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل ښاریان د بیو له لوړوالي او کثافاتو شکایت لري", "output": "د کابل ښار ګن شمیر اوسیدونکي په ښار کې د کثافاتو له ډیر والي او د خوراکي توکو د بیو له لوړیدو شدیده اندیښنه لري او له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چې دا دوه ستونزي په خپلې مداخلي هواري کړي. نن صبا د کابل ښار په دوکانونو کې د خوراکي توکو بیې د پام وړ ختلي او عادي کسانو ته په ډک نس دری وخته خواړه نه پیدا کیږي. د محمد جان په نامه یوه تن چې د کابل ښار په فروشګاه سیمه کې د کیلو په خرڅلاو بوخت وو بینوا ویب پاڼی ته وویل چې که چیرته د بیو کنترول پر وخت و نه شي نو ښایي د ده په ګډون ډیر کابلیان دې ته مجبور شي چې خپل ماشومان لیلام کړي. د ښار یو شمیر نور اوسیدونکي بیا د کثافاتو له زیاتیدو او د هوا له ککړتیا شکایت کوي او کابل ښاروالۍ تورنوي چې په دې باب یې هیڅ راز هڅي نه دي کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ديوښوونخې نوی ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه.", "output": "داسماعيل خېلواومندوزيوپه ولسوالۍکې دميټاخان عالی ليسی زيړي ودانۍ ترڅنک ديوی بلی نوی ودانۍ دجوړولوچارې پيل شوی. دغه نوی ودانۍ چې دمعارف وزارت دايکويف پروسی په لړکې په دري جريبه ځمکه کې( ٣٠٢٨٠٠٠ )افغانيوپه لګښت جوړيږي ، ١٢خونې به ولري چې اته د� �سي اوڅلورنوري به يي اداري خوني وي اودجوړيدوکاربه يي د٦مياشتو په موده کې بشپړي شي. ديادي شوي سيمي د٣٢٦٥ په شاوخواکې زده کوونکې خپلي زدکړي ترسره کړي چې دهغي له جملي څخه يي ٧٧٠ تنه نجوني دي . دايکويف موسسی ولايتی مسول سنګين خان زاهدياروايې چې .مونږبه په روان کې کال کې په خوست کې د ٢٠په شاوخواکې ښونځيوته ودانۍ جوړي کړواوهم دامهال په هر ښونځي کې دوه شوراګان لرو چې يوه يي دقومي خلکواودوهمه يي دښونځي ښوونکو � �خوا جوړي شوي دي دده په ويناچې ايکويف خپله زياتره بوديجه ددغودووشوراګانودلاري په مصرف رسوي چې ورڅخه مواصلي هدف دمعارف پرمخيتګ اودولسونوعلم زده کړي سره مينی پيداکول دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار: څلور پاکستانيان او دري وسلوال طالبان نيول سوي دي", "output": "احمد لودين په کندهار کي دتيري اونۍ په ترڅ کي پوليس لاسته راوړني لري دا خبره په کندهار کي امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي په خبري ناسته کي خبريالانو ته وکړه .ځاځي وويل چي د دوي پوليسو د تيري اونۍ په ترڅ کي په کندهار ښار او پنجوايي ولسوالۍ کي څلورتنه پاکستاني اتباع چي غوښتل يي د دولت پر ضد فعاليتونه تر سره کړي نيولي دي چي پر خپل جرم يي هم اعتراف کړي دي . د ځاحي په خبره دوي له دي وروسته غوښتل چي د دولت په وړاندي وسلو ته لاس کړي او وجنګيږي .د کندها امنيه قوماندان دا هم وويل چي د دوي پوليسو دتيري اونۍ په ترڅ کي په ميوند ولسوالۍ کي د جګړي په ترڅ کي يو وسلوال طالب وژلي ، يو يي ټپي کړي او دري تنه يي هم دپنځو ميلو وسلو سره يو ځاي ژوندي نيولي دي . د ځاځي په خبره چي د کندهار ښار په مربوطاتو کي يي يو ترهګر هم وژلي دي چي يو ميل تومانچه او يوه عراده موټر سيکل هم ورڅخه په لاس ورغلي دي .قوماندان ځاځي وويل چي د تيري اونۍ په ترڅ کي يي څلور بوشکي چاوديدونکي توکي او څلور حلقي پر سونل ضد ماينونه هم تر لاسه کړي دي چي خبريالانو ته يي وښودل . ده خپله بله لاسته راوړنه د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي ديوه موټر چي په چاوديدونکو توکو بار وو او ديوه عراده موټر سيکل چي چاوديدونکي توکي پکښي ځاي پر ځاي سوي وه ياده کړه .خو دتړاو په تور يي وويل چي څوک يي نه دي ورسره نيولي.کندهار د هيواد په سهيلي سيمه کي مرکزي ټکى دي او تر هر بل ولايت نارامه دي چي هره ورځ پکښي ديوي پيښي شاهده وي اوسيدونکي يي له جګړي او چاودنو څخه زيات ستړي سوي او خفه سوي دي دوي له دولتي چارواکو څخه غوښتنه کوي چي امنتي چاري ګړندۍ کړي او دخونړيو پيښو مخ ونيسي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کنړکې يو دولتي عسکر مړ او ٥ تنه نور ټپيان شوي .", "output": "له غرمې وروسته د ٢ بجو په شاوخوا کې د کنړ ولايت دڅوکۍ د خاکي قلا په سيمه کې په بمي چاودنه کې يو دولتي عسکر مړ او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي .د څوکۍ ولسوال ويلي چې چاودنه د لري څخه د ريموټ کنترول له مخې شوي او ټپيان د درملنې له پاره روغتون ته ليږدول شوي دي . دا دريمه چاودنه ده چې په دې ورستيو ورځوکې په کنړ کې رامينځ ته کيږي . په دغو چاودنو کې ١٠ دولتي عسکر مړه او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي. په نننۍ چاودنه کې د سرتيرو يو موټر هم يجاړ شوى دى .دغه دولتي سرتيري د جلال اباد څخه د اسعداباد په لورروان وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ورځ وی رڼا دشپی دی رنګ ورک شیعلم را ځی خو که دا جنګ ورک شی ناز به می څوک اخلی دزړه له کومیآه که له ما دمورکۍ څنګ ورک شی ستا دزلفینو خوشبویی می بس دههیڅ پر وا نشته که لونګ ورک شی له سپین مړوند سره بنګړي مزه کاڅه یی مزه که ځنی شرنګ ورک شی اغزي کري تل دګودر پر � �ارهله چا چی دین ایمان او ننګ ورک شی عمری عقل به مو ځای ته راشیکه له وطن مو بوی دبنګ ورک � �ی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ترکي چارواکي د افغان او پاکستاني مشرانو کوربتوب ته چمتوالي نیسي", "output": "ترکيه- انق� �ه د ترکيې ولسمشر عبدالله گل به په نژدې راتلونکي کې د افغان او پاکستاني مشرانو کوربه وي .دا ټکی د افغانستان د خارجه چارو وزیر ډاکتر رنگین دادفر سپنتا تیره شپه په نیویارک کې خبریالانو ته څرگند کړ . په دې ناسته کې به حامد کرزی او آصف علی زرداري د سیمي پر امنیت او د دواړو ملکونو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا خبري وکړي .ډاکټر سپنتا وویل چې دترکيې په کوربتوب یوه بله غونډه شاوخوا یو نیم کال دمخه هم په انقرې کې جوړه شوي وه چې راتلونکي ناسته به هم د تیري ناستي سلسله وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محاسن الاسلام ۲۸ برخه دښځودحقوقولړۍ", "output": "محاسن الاسلام ۲۸ برخه دښځودحقوقولړۍعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته بسم الله الرحمن الرحيممحترمومسلمانوورڼو دمحاسن الاسلام په دې برخه کښی هم دښځو له ځنونورو هغو حقوقو اوارزښتونوڅخه بيان درته کوم چی په هغوئ کښی داسلام مقدس دين ودوئ ته له نارينه وو سره مساوات ورکړيدۍ ځکه چی دهغوئ په نسبت دښځواودنارينه وو فطرت دمساوات تقاضاکوی ،اول اسلام په دې کښی نراوښځه دواړه مساوي سره بللی دي چی لکه څنګه چی ميړه د ښځی پر ذمه واجب حقوق لری دغه رنګه ښځی هم دميړو پر ذمه باندی دواجبوحقوقومالکانی دي لکه الله جل جلاله چی دسورت بقرې په ۲۸۲ مبارک ايت کښی فرما يلی دي (ولهن مثل ماعليهن بالمعروف )يعنی اوسته دوئ لره ،ښځولره پر ذمه دميړو باندی هغه حقوق ، چی په مثل دهغوحقوقو دي چی لازم دي پردوئ باندي يعنی پرښځوباندي ميړود دوئ لره ، په معروفه اونيکه طريقه سره ، دوهم ،اسلام وښځی اونر ودواړوته په الهی خطاب کښی مساوات سره ورکړيدۍ ځکه په قران کريم کښی چی هر ځای د( ياايهاالناس ...اود ياايهاالذين آمنو )خطاب راغلۍ دۍ نوپه دغه خطاب کښی ښځه اونر دواړه سره شريک دي اودواړه په الهی خطاب سره مخاطب دي ، دریم، داعمالوصالحه ؤپه وجه دقیامت په ورځ کښی وجنت ته داخلیدل وښځواونارینه ووته یوشان ثابت دۍ په دۍ کښی هم اسلام نراوښځه مساوی سره بللی دی لکه چی دسورت غافرپه څلوښتم آیت کښی الله پاک فرمایلی دی( ومن عمل صالحا من ذکر أوأ نثی وهومؤمن فأولئک يدخلون الجنة ) یعنی اوهرڅوک چی وکوی نیک عمل له نره اوله ښځی څخه یعنی چی هغه څوک عبارت دۍ له نارینه اوله ښځی څخه،حال داچی دَیْ مومن وی،ځکه چی دکفرپه حال کښی صالح عملونه باطل دی اعتبارنلری نوهغه خلګ به یعنی که ښځی وی اوکه نران دقیامت په ورځ کښی،داخلیږی وجنت ته،څلرم،اسلام په دۍ کښی هم نران اوښځی بی فرقه سره بللی دی چی دنیک عمل په وجه ودواړوته حیات طیبه یعنی خوږاونیک ژوندپه دنیا اوپه آخرت کښی ورنصیب کیږی اوپه آخرت کښی ودواړوته ددوئ دهغه نیک عمل په مل چی ددوئ په ټولونیکوعملو کښی احسن اونیکوتر وی دټولونیکواعمالواجروکول کیږی خلاصه دا چی په داردآخرت کښی اسلام دښځی اونردواړوترمنځ مساوات مطلق ثابت کړیدۍ په دې معنی چی هلته ددواړووایمان اوعمل ته اعتبار دۍ اوهلته دنارینه والی اودښځینه والی مسأله بالکلیه صرف نظرده جنت اودجنت مراتب صرف دایمان اودعمل صالح په ک چه ورکول کیږی اودوزخ اودهغه درکات صرف دکفریادګناؤپه وجه ورکول کیږی هوبی بی مریمه بی بی آسیه بی بې خدیجه بی بې فاطمه وغیرها رضی الله عنهن به هم دقیامت په حاضری سی اونمروداوفرعون اوشداد اوابوجهل وغیرهم مثلهم لعنهم الله به هم حا ضرسی خوهلته به هیڅ دنرودښځی مسأله مطرح نه وی بلکه داخلاص اوایمان عمل صلح اودکفر اوطغیان اوخبی ثواعمالومسائل به مطرحکیږی ،لکه چیالله جل جلاله دسورت نحل په پنځه نویم آیت کښی فرمایلی دی( من عمل صالحا من ذکرأوأنثی وهومؤمن فلنحيينه حياة طيبه ولنجزينهم اجرهم باحسن ماکانويعملون ) دارنګه اسلام دجزائې قوانینوله مخی هم ترډیره حده نراوښځه مساوی بللی دی لکه دزنا په صورت کښی چی کله ښځه اونردواده والا نوی واړه سل کوړې یا درې وهل کیږی دسورت نوپه دوهم آیت کښی فرمایلی دی( الزانية والزاني فاجلدوا کل واحد منهما مائة جلدة )دارنګه اسلام نراوښځه دواړه په دې کښی سرهمساوی اوبرابربولی چی هریوله دوئ څخه تام صلاحیت ددې لری چی دمال اودولت مالک سی اوله حلالی لاری اکستساب وکړی لکه چی الله دسورت نساء په دوه دیرشم آیت کښی فرمایلی دی ( للرجال نصيب مماکتسبو ا وللنساء نصيب مما أکتسبن ) والسلام ومن الله التوفیقپه دې اړه نوربیا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کې چاودنه شوې .", "output": "د هلمند د ګرشګ ولسوالى د سپين جومات په سيمه کې نن سهار د ٨ بجو په شاوا کې د يو پخوانى منصبدار په موټر کې چاودنه شوې چې له امله يې ٢ تنه پوليس ټپيان شوي دي .د ګرشک جنايي امر امان الله بينوا سره د خبرو په ترځ کې د پېښې پخلۍ کړى دى او وايي چې دغه چاودنه د حاجى عبد القدوس په لنډکروزرموټر کې شوې ده . عينى شاهدان بيا د يوپوليس د وژل کيدو خبره هم کوي . له بل لورى د طالب ارپکو يو وياند قاري يوسف بيا ويلى چې د ملى اردو ٥ تنه سرتيري يې په دغه چاودنه کې وژلى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر : ترافيکي پيښي ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله واړول", "output": "څو شيبي مخكي په كابل كي دخيرخاني پر كوتل باندي دوو ټونس موټرونه يو له بل سره ټكر وكړ له سيمي څخه دبينوا همكار خبر راكړ چي پيښه ډيره دردونكي وه او په ترڅ كي لس تنه ووژل سوه او دوولس تنه سهت ټپيان سوه چي مړي اوس هم د پيښي په ځاي كي پراته دي او ټيپان روغتون ته وړل سوي دي نور جزيات به وروسته پر ليکه سي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بې رحمه ګاونډی", "output": "ګاونډیه خو بې رحمهله مېړانې او حیانه عاري خصمهد مظلوم ګاونډ په ضد ديله ظالم سره لاس مل کړدخپل قصرله جګ بام ديزماجونګړې کي اوربل کړددې اور د لګولو اورلګیت ديزماناپوه ماشوم په جیب کي واچولودتالان لپاره راغلېپه پلمه د اور وژلو****ددې مېني په ویجاړو سردروکيسوځېدلي ئې کورونهنسکورشوي دیوالونهدیوه مات څلي په څنګ کيدیوې وچې وني لاندېوراني شوې خوني خواکيڅوشېبې می ارام پرېږدهلږ د غور فرصت راکړهیا دکرکي د اظهار لږ مهلت راکړهله هغو چې ملک یې وران کړخپل ولس کي ئې د وینو سیل روان کړزما دکلیو ورانولو په بهائېزما د وروڼو د وژلو په قیمت ئېدغلیم پوره ارمان کړ****لږ مي پرېږده د ستومانه خلکو خواکيچي جګړو ځوروليفقر وېرې کړوليځورېدلي لږ د زړه خواله ته پرېږدهشړل شوي لږ خپل کور کاله ته پرېږدهد زخمونو د علاج پوښتو ته پرېږدهپلار د زوی د پرهارو لیدو ته پرېږده****هغه وران هیواد چی تل ئې په لمن کيکله ګورو طوفانونه له ختیځهکله تېزې سیلۍ راشي له لویدیځهکله سره سیلونه راشي له ښي لوريکله واورو د مرګ چیغې له چپ لوريټول کورونه راویجاړکړيټولې ځالې کړي را ورانېلږ موقع راکړه چې ووایو په جګ غږلږ خاموش شئ سرو اورونولږ ارام شئ طوفانونوترڅو جوړې ورانې ځالېترڅو جوړ کړو وران کورونهترڅو وڅنډو له مخ نه تور ګردونه****ما تاوده سلام ته پرېږدهد سرلوړې سروې پښوکيچې ئې سروي تل اوچتمخ یې تل د اسمان لورتهچي ئې نشي طوفانونه لړزولینه سیلاب ئې شي له ځایه خوځولی****دپښو ماتو وزر سوو په دې خېل کيچې ئې ځالې طوفانونو ورانې کړېسرو اورونو ئې منګولې وریتې کړېنه د ونو په شاخونو کښینستی شينه وهلی شي وزرونهنه ګامونه اخیستی شيپرېږده واورو فریادونه یودبلپرېږده پاک کړو سره وزرونه یو دبلد دعا او اسوېلیو په څپواووم اسمان کي د عرش ور وټکوواو په چیغو چیغو وغواړو له خدایهدا تیاره شپه مو سباکړېد دښمن د سرې لښکرې ټول په شاکړېزمونږ دا مېنه نور خوندي کړېله سیلیو له طوفانهددې مېنې زیړی منیته تلپاتې پسرلی کړېاو سمسوره پسرلی ئېته ایمن کړې له خزانه****زماګیله له غلیم نشتهزه که ژاړم نو د دوست نادودي ژاړمآچي غوږ کې ورته وویل غلیم پټ:که ښېرازه ژوند دې خوښ وي زما خواکيکه له غچ نه مي ځان غواړې په پناه کيد یاغیانو د باغیانو قطار پرېږدهد سرتېرو، بې پرواوو قمارپرېږدهد غلیم په وینابیل شو له دوستانوپه غوږو ئې کړه حلقه د غلامانودښمن خپل ټوپک دده په اوږه کېښودزمونږ په لورئې خپل لاس په ماشه کېښوددا دئ زمونږ وزرونه پښې ئې کړې راماتېوروستي نسل ته ئې تور تاریخ کړ پاتې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اوسمهالې پښتو موسيقۍ څو خواوې", "output": "پدې وروستــــيو كلونــــو كـــي داســـــي پښـــتو ســـندري مو تـــر غـــوږو رســــي او د ټلويــــزيونــــونو د پردو پـــر مخ وينــــــــو چـــــي د ځيــــنو كيســـــټ جـــوړونــكــــو او پــلورونـــــكو لخـــــوا پدې ګومــــان يا فكــــر چې ګــــــويا نوښـــت يې كړى وي ، پښــــتو سندرو ســـره يې د هنــــدي فلمــــونو صحــنې يوځاى كــــړي دي ، دا نامتــــجانــــــسه خلـــــط يــــا Mixing نه يــــوازې زمـــــوږ له اصـــلي پښتني كلتــــــــوره ســره جفا او پـــــه بل ډول د صــــحـنو تمثيلول دي بلـــــــــكې د پښـــتـــــنو او د نــــــورو ټــولنــــو د وګـــــړو هغــــــه ښـــــــكاره بېــــلــونكـــي توپيــــــرونـــه لـــه منــــځـه وړي چــــې دوۍ يې يو لــــــه بلــــــه سره لــــري، چـــــې پـه راتـــلونــــكې كې به د پښـتــــني ټولـــنـــې او نــورو ټولـــنو كلتـوري پېـــــښليـــك( تاريخ ) له شكــونو ډك او د توپيرونو سپيــــناوى به يې نه كيــــــږي . د بېـــــلګــــې پـــه ډول بــــه د دې لانـــــــدې د سنــــــدرو لنـــــــــډ جــــاج واخــلـــــو : دښـــــــاغلــــي استــــــاد خيـــــال محــــمد دا سندره (( مونــــــږ يو د خــــيــــبــــر زلـــمي پښــــتو زمونږه شان دى – مونـــــږه پښـــــــــتانه يـــو په وطن مو ځـــان قربــان دى )) يــــې د هنـــــدي فلمـــــــونو د داســـــې صحـــــنو سره يــوځاى كـــــړې ده چــــې د پــښــــــتـــــنولۍ او د خـــــيــــبـــــــــــر د اوسېــــــدونــــكــــو اصلي څېـــره اصـــلا نـــــه لـــــري، يـــو څو هنـــــدي ډمـــې چې په تنـــــدو يــــــې ســــره خالـــونه سـرېښ دي ( د هنـــــدوو ځانـــګــــــړې نـــــښه) او پــــه هنـــدي جامـو (لــــــــبـــاس) كـــــي پـــــه هنــــــدي نــــــڅــا اوړي را اوړي؛ د سنـــــــدري شـــــــــا مځـــــــكــــــي يــــــا Background تــــه وراچــــــول شـــــــــوي دي . كه مــــــوږ داسې غلـــــــط سنـــــدونه لـــــــه ځــــانه پرېــــــږدو، فكر كـــــــوم چې يو دوه پــېـــــړۍ وروســـــته بــه ليدونـــــكــــى په دې ونـــــه پوهيـــــږي چې هنــــدوانو دغسې پښـــــــــتو ســــــندره ويلـــــې ده او كــــه پــــه دې وخــــت كې د پښتـــــــــنــو اصـــــلي كلتـــــــوري څېــــــره داســـــې وه لـــكه د سنــــــدرې په جـــــريان كـــــې چې يـــــې وينــي . په صـــــحـنه كې داســــي بـــې پرتــــــوګه ښــــځـــې او لــــــنګ اغوســـتي نارينــــــه ښكــــته پورتــــه كيـــــږي چـــې د پښــــتــو ســـندرې ســــره به يې اورېـــــــدل او ليــــــدل د پښتــــنو لــــپاره د ډېر شــــرم خبره وي او دښمــــــنــان به يې دا ســــــند وړانــــــدې كوي چـــې دا ستــــــاسې د كلــتــــــوري تاريـــــخ بېــلګه ده . همـــــدا ډول كه بيــــــا هم د ښاغـــــــلي استــــاد خيال محـمد دا سنــــــدره چــــې وايـــــي (( مســــتې منـــګى بـــر وړى دى، زړه مــــــې دلــــبــــــر وړى دى – عالــــــمــــه لار نيــــسئ....)) څـــــــوك وګـــــوري نو وبــــه وينــــــي چــــې دې بــــــــازاري معامـــــــلـــه ګــــرو او كلتــــــور پــــلــــورو ســـــوداګــرو د دې پرځـــــــاى چـــي د ګـــودر او پښتــــــنو د ريښتــــيـــني ژوند انځــــورونكــــې صحــــنــې د سنــــدري ســــره يوځــاى كړي، د هنـــــــــدي ډمـــــانــــو پـــه اوبــــو كې ترپــــكـــي يې لــه كوم فلـــــم څـــــخه راغلا كـــــړي دي، ورســـره يې يــــوځــاى كړي دي او په خلـــــكو يې پلـــــوري چي وه يــــــې وينـي . د هارون پاچــــا سندره چــــــي وايـــي (( پـــخـــوا بـــه كلــــه كــله غم و- اوس مـــــې ....)) داســي د هندي فلمونو د صحنو سره يوځاي شوې ده چي په هغې كي نارينه وو د ښځو په څېر څڼې پرې ايښي دي او ښځي پكې د موټر ډرايوري كوي ، په داسي حال كي چي اوسمـــــهال پښتـــــــــني پښت د غوړېدنـــــګ ( تكــــامل) دغه پېـــــر ته نه دى رسېــدلى چي ښـــځي دي د موټـــــر خاونــــداني او ډرېــــــورانـــــي وي . راتلـــــــونكو سل دوه سوه كاله وروستــــه به ايا دا پوښتــــنه پرته نـــه وي چي زموږ د دغه مــهال پلرونه نيكونه د مـــدني تكامــــل دغې مرحلې ته رسېــــدلي وو كه څـــنــګه داســـې سندونـــه يې راپرې ايښي دي ؟ ايا دا ښاغلي نوښتګران !؟ به تــــر قيامــــــته ژوندي وي چې پــه خپــلو ناوړو كــړو بيا شاهدي وركړي چــــې : ( نــه دا سنـــدري او صحــني موږ جــــعل كـــــړي وي .) په دې اړه له هغو نه چي دا ډول يوځاى كول كوي ، هيله كيږي چي خپل پښتني كلتور ته هاغه شان چي ښايي خدمت وكړي او كه نه نو لږ تر لږه له خيانته دي لاس واخلي ( از خيرت تير شر مرسان ! ) . همدا رنګه د افغاني او پاكستاني دولتونو د اطلاعاتو او كلتور وزارتونو او نورو واكمنو ادارو او همدا رنګه پخپله د ژوندو پښتني احساس لرونكو سندرغاړو دنده بولو چې د يوه ژوندي او مهذبه ولس كلتوري مسلې تر خپلي څارني لاندي ونيسي او پرې نه ږدي چي هر څوك د هر څه كولو اختيار ځانته وركړي . ۲- زموږ سندرغاړو له يوې مخي د ټيت ذوق په سندرو ويلو پـــــــيل كـــــړى دى او دايو تريـــخ واقعيت ګرځيــــدلى دى . كه دوۍ دا دلـــــــيل راوړي چـــــي ( زمــوږ د سندرو اورېـــــدونكي او كـــيـسټ رانيونــــكي دغه ډول سنـــــــدري او هنــــــــر خوښوي ، نو ځكه مـــوږ د اورېدونكو له ذوق ســـــــره سم سنـــــدري وايو) ، نو دوۍ ته د يـــادوني وړ ده چي لــــــــوړ ذوق كوم ځانــګــــړى اسمــاني كاڼـــى نه دى چي لاس تــــر زني لاندي ورته كښېــــــنو او رالــــوېـدو ته يې ستـــــرګې په لاره شو؛ بلـــــكــه همدا تاســـي ښاغلي هنــــرمندان او سنــــدرغاړي ياســــت چي په خــــپلو سنــدرو او هـــــــنر مو د ولـــس روح ته غــــذا وركوئ ، څه كـــــيږي چي هنر ته مو ښكلا وركړى ، په دې سره به مو د لوړ ذوق څښتنان هم خپل كړي وي او عام ټيټ ذوق به مو هم د بې فكرۍ ، بې مانا توب او بې هنرۍ له ژوري كندي څخه راپورته كړى وي . وګورئ چې : (( شين اسمان ذرې ذرې ــــ د سرو زرو تنــــابونه سپوږمــۍ د بام په سر ــــ په يار وايه سلامونه )) د پاړسو له (( واى درد دندان دارم و دندان به دندان ميزنم ــ طاقت انبور ندارم ،سربه سندان ميزنم )) سندري څخه په بې مانا توب ، بې هنرۍ او د اغېز په نه ښندلو كي كمه نه ده . ۳- زمــــــوږ د اوسنۍ موسيـــــقۍ د بهـــير يو بل كمزورى ټكـــى دا دى چي زموږ ځيـــــني سندرغـــــاړي د بـــــل چا د ويــلو شوو ســــندرو د بيا ويلو بــې ځايـــه كوښـــــــښ كـوي. زه نـــه پوهېـــږم چي پــه دې خواركيــانو ولي دا ستـــره دنــيا دومـــره لنــــډه تنــــګه شــوې ده چي د يو بل ايـــجاد، نوښت او خوځښـــــــت زحمـــت ځان ته نــــه وركوي او د بل د خـولې په ژوولـــــې شـــوړې بيــــــا شخــــــونـــد وهــــي . د دې پـــر ځاى چي پخپـــــــله د يو هنري شخـــــــصيت خاونــــد شي او ځانــتــه هنري لاره ولــــري ، د بل سنــــدرغاړي په غــــږ به منـــظمه او ښايـســــــتوكې سنـــدره راواخـــلــي وبه يې وايي او هـــــغــه هـــــم كاشــــكــې چــــې د لــومــــــړي سنــــدرغاړي څــــخه يې ښــــه ويـــلاى؛د دوۍ په كــــړنو د اورېـــــدونـــكي زړه د مــــوســـيــــقۍ او په تېــــــره بيـــــا د نومـــوړي سنـدري څــــــــــــخه تــــــــوريــــــږي . بېلـــــــګــــي يـــــې پـــه زرګــــــونو شتــــــــه ، ټـــــول اورېدونــــــكــــي پــــرې پوهــيـــــږي ، يــــوازې د يوې بېلګې پـــــــــــه راوړو بــــســــــنه كوو . د مــــاستــــــــــر عـــلــى حـــيدر پـــــه نامـــــه سنـــــــدرغــــاړي د ښاغــــــلــــي ناشنـــــــــاس دا سنــــــــــدره بيــــا ويلــــې ده : (( زه د جـــانـــــان ديــــدن تــــــه ځمــــه ، تـــورې نرې وريځـــــــې – خدايــــه تـــه لنـــــډ كـــړې داد مځــــــــكي تنــــابـــونـــه ... )) . ۴- د ځيـــــــنو سنــــــدرغــــاړو دې لــــوى څـــښـــــتـــن (ج) مــــل شــــي سنـــــــــدري وايي ، ښـــــې يــــــې وايــــي خو دا پــــام يــــــــې ورتـــه نـــــــــه وي اوښــــــتى چــــې كــــه نــارينــــه وي بـــــايـــــد داســــي سنـــدري ووايــــي چــــــې مــــحــــتوى يــــې د نـــارينــــه سنــــدرغــــاړي لـــپاره ښايــــي چــــــــــي وه يــــــې وايـــــي ، او كـــــه ښـــــــځيـــــنه سنــــدرغـــــــــاړې وي نــــو داســــــــــې سنـــــــــدري بـــــــايـــــــــد ووايــــــي چــــــې د ښــځـــــو ســـــره وښــايــــــي او طبـــــــيــــعي ښـــكــــاره شـــي . دا ســـــــم انـــــتـــخاب نه دى ، غلـــــط انـــتـــــخــــاب دى او ســــــنــدرغــــــاړي ورتـــــه بـــــــــايـــــــد پامــلـــــرنه وكـــــــــړي. د بېـــــلــګې په تـــوګه : - زمــــــــوږ ډېر ښاغلي تكــــــړه سندرغــــــاړي سـردار علي ټكــــــر، د اغلـــــې سندرغــــاړې ګلنار بېــــــګم دا سنــــدره ويــلـــې ده چې وايــــــــي : (( لاړ شــه پېښور تــه كمــيس تور ماتــــه راوړه - تازه تــــازه ګلــونه درې څلور مـاته راوړه )) او يـــا د ده په غږ د اغــــلي سندرغـــــاړي كشـــورسلطـان دا سندره بيا هـــم ويــل شـــوې ده چــــې وايــــي : (( چې په ما مينېدې ځه اوس ګرځه ليونى - چې په ځان نه پوهېدې ځه اوس ګرځه ليونى )) . - دا ســـندره د اغـــــلې سندرغـــاړي شكيــــــلا نــاز په غږ: (( د يــــــــارانو پـــــه نـــظـــــــر چــــــې مــــوږ بـــــــــې لار يــــــو ـ دا پــــــه دا چـــــــــې ســـــــــتا د زلــــــفـــو پـــــرســـــــتـــار يـو)) او يــــا هــــم : (( ستــــــرګــــــــو د جــــــانـــــــان كـــــي زمـــــــا ښكـــــلـــي جـــهـــانونــــــه دي ــ وادي خــــــــلــــه دنـــيـــــــا زه وږى ســــتا د دنــيــــــا نـــــــه يــــــــم)) ( د غنــــي خان شـــعر دى چې په اصــــل كې هـــــم وږې نــه بلــكې وږى راغـــــلــى دى .) - د ښــــــــــــاغـــلــــــي سنــــدغـــــــــــاړي هــــــــارون پــــــــاچــــا پـــــــــــــــــه غـــــــــــــــــــږ دا لانــــــــــدې لــــنــــــــــــډۍ چــــې د ده لـــــــه خــــــــــوا پــــه بېــــــــــــلابــېـــــلو سنــــــــــــدرو كــــــــــــې ويلــــــــــي شـــــــــــــــوي دي : ارمان ارمان د دادا كوره د ډكه شكوره به چاپېره تاوېـــــدمه ايمان دي ښه راته معلوم دى په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه - ځـــــوان تكــــړه سنـــدرغاړي بريــــالــــي ولـــي دا لانــــدې لنـــډۍ په سنـــدرو كي ويلــــې دي : ياري كوم منكره نه يم كه شينكى خال مي د چړو په څوكو ځينه د جنازې بازو مي نيسه چېرته به ما په راستۍ خوله دركړې وينه د زلفو تار په اشرفۍ دى ما د جانان په لاس کودې وركړي ديـــــنه نور به نرى كميس و نه كړم پرون باران و جانان ټوله وليـــــــــدمه دا ډول ســــــــــــنـــدري نــــــه يــــوازي په اورېدونكو ښــــــــــه اغــــېـــز نه شي ښنــــــــــدلاى بلــــــــكې پــــخـــــپـــله د سنــــــــدرغــــــــاړي يا هنــــرمــــند د درك ، پـــــوهــــي او ذوق سطـــــــــحه هم ټيـــــــــــټه څـــــرګنـــــــــدوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان له بند نه را خوشي شوي بندیان کابل ته راورسیدل", "output": "جلالزی ( کابل ) بندیان چه شمیره یې تر 500 تنو لوړه وه وروسته له هغه کابل ته راورسیدل چه د کراچی له بند نه یوه ورځ مخکي د حامد کرزي له سفر پاکستان ته راخوشي شوي وو. بندیان وایې په پاکستاني بند کښي ورسره سخت چال چلند شوی . له بل لوري پاکستاني چارواکي وایي خوشي شوي بندیان په دې دلیل نیول شوي وو چه پاکستان ته یې د ننوتو قانوني اسناد نه درلودل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تالان", "output": "غر يې وژلی او دا کاڼي يې په زور را وړيعجيبه خلک دي، غمي يې له خپل کور راوړي خدايه دا تاو د جهنم دی او که سيوري حلالنن خو دې، لمر واړه رګونه لکه اور راوړي که دا نړۍ د لاس ورغوی شي توپير يې نشتهما خو ويلو ته ان ټکي هم په پور را وړي ز ه د ويرونو او غضب د تودو شپو لارښود وم ژوند اوس سوړ شوی څراغونه مې تک تور راوړي د دې نړۍ د هرې پېښې زړه له وينو ډک دی ارواوو پام! چې پيغامونه يې له ګور را وړي د زمانې دغه ړوند عدل به تر څوچليږي؟ژبې يې پرې کړې او سرونه يې له شور راوړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روسیې د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی", "output": "میرویس جلالزی د روسیې د باندنیو چا� �و وزیر سرګي لاوروف (Sergei Lavrov ) شیبه دمخه په یوه ناڅاپي کاري سفر افغانستان ته را ورسید. د کابل په هوايي ډګر کې سرچینو د بینوا ویب پآڼي ته وویل چې د لاوروف د سپرلي الوتکه سهار وختي مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیده. ټاکل شوي چې ښاغلی لاوروف به په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي، بهرنیو چارو وزیر ډاکټر � �نګین دادفرسپنتا او د پارلمان له یو شمیر وکیلانو سره وګوري. سرګي لاوروف"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لسو طالبانود وژل کېدو خبرونه خپاره سول", "output": "د غزني چارواکيو په ګيلان و� �سوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې د لسو تنو طالب جنګياليو او يو تن پوليس د وژل کېدو خبر ورکړ . د ولايت امنيه قوم اندان مل پاسوال عليشاه احمدزي وويل چې نښته وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې طالبانو د سيني سيمې تلاشئ پر یوه پوسته یرغل وکړ. هغه زياته کړه چې پر دې مهال سخته جګړه ونښته اوله ګاونډي جاغورۍ ولسوالۍ څخه هم د پوليسو کومکي ځواک سيمې ته راورسېد. د احمدزي په وينا، دغه نښته چې پرون مازيګر په څلورو بجو پيل شوې وه، د شپې تر لسو بجو يې دوام درلود. امنيه قوماندان وويل چې په نښته کې لس تنه طالب جنګيالي ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانی جنګ او اروپايی مورال", "output": "د Timer24 پنامه دنمارکی ژبی ورځپاڼی دخپلې ( ٢٠ \\ ١٠ \\ ٢٠٠٨ ) نيټې په ګڼه کی د ( بی پايه جنګ ) تر سرليک لاندی د Per Knudsen په قلم چی يو پيژندل شوی ژورناليست او د Syddansk Univesitet ( د سويلې دنمارک پوهنتون ) سره په تړاو کی يوه وتلې څيره ده ٫ په افغانستان کی د روان جنګ په هکله يوه څ يړنيزه لينکه خپره کړی چی پښتو ژباړی ته يی په لاندی کرښو کی دلوستونکو پام را اړوم : ددويمی نړيوالې جګړې په درشل کی دانګلستان صراعظم Chamberlain Nevilla تر دی � �عار لاندی چی سوله زموږ دوخت غوښتنه ده ٫ د نازی المان دمشر ادولف هټلر سره د ( مونشن معاهده ) لاسليک کړه . تاريخ په ډار داخبره ټولو هغو کسانو ته چی غواړی د توتالتار سيسټمونو سره د کمپرومايز او سازش لاره نيسی ٫ ور يادوی چی دهتلر سره دا ډول جوړ جاړۍ پکار نه وو او دهغه پرضد بايد دټولوام کاناتو په کارولو سره مجادله او مبارزه سرته رسيدلې واې . داهغه د دويم نړيوال جنګ نه ترلاس شوی زده کړی وی چی افغانستان ته د قواوو په ليږلو کی محرکه وه وګڼل شوه او دنمارک هم پدی جګړه کی ور ګډ شو . ددی کار بنسټيزه موخه داوه چی بنسټپال طالبان له پښو واچوی او دړی وړی يی کړی . دا موخه د دنمارکی سر بازانو سره په مرکو کی هم څرګنده شوی ده چی په وياړ سره د ډيرو طالبانو د وژلو لافی وهی . زموږ اراده چی دخپلو ( دنمارکی . ژباړ. ) سربازانو په ژوند باندی لوبی کوو ٫ تر ډيره حده پر دی بنسټ ولاړه ده چی ګويا موږ د شر سره په مقابله کی د خير جنګ پرمخ بيايو . که چيری د جګړی مورال اواخلاقی اړخ موږ ددغی لوړی خبری سره تړلې بولو ٫ خو دجګړی سياسی اړخ ته بيا دا بنسټ ورکوو چی د طابانو څخه دافغانانو دخلاصون په چاروکی په م� �سته کولوسره ٫ داپه حقيقت کی موږ دتروريزم څخه دخپل ځان ساتنه کوو . داهغه څه دی چی زموږ په نظر دجګړی سياسی اړخونه ور پوره کوی . دی ډول استدلال اوس خپل اهميت تر زياتی کچی له لاسه و� �کړيدی او دا يوازی کيڼ پلوه پاسيفستان ( پاسيفيزم - د سوله ايزو لارو په مرسته دنړيوالو شخړو دهوارولو هڅی . ژباړ ) ندی چی اوس داخبری کوی بلکه پخپله جنګی جنرالان دی چی دافغانستان په جنګ کی يی دنورو سوله ايزو لارو دکارولو وړانديزونه مخته کړی دی . په افغانستان کی د برتانيوی لښکرو پخوانۍ مشر بريګادجنرال Smith - Mark Carleton دطالبانو په مقابل کی جنګ هغه څه بولې چی دی يی دګټلو توان ورسره نه وينې . همدا راز جرمنۍ بريد جن� �ال Domrose lathar– Hans ٫ دناټو او دنړيوالو سوله ساتونکو ايساف مشر وايی چی دا به زموږ ساده ګی وی که دطالبانو دماتولو فکر په سر کی ولرو . ددی څرګندونو سره جوخت افغان دولت هم دطا� �بانو سره د روغی جوړی خبری پيل کړيدی . دا کار دافغانستان په ٧ کلن جنګ کی د دراماتيک بدلون نښی نښانې ښکاری . اوس نو داخبره دپاملرنی وړ ده ٫ کله چی پجپله جنګی قوماندانان جنرالان په ډاګه ناری وهی چی پدی جنګ کی دطا� �بانو دماتولو توان او وړتيا ورسره نشته ٫ بيا به نو سربازان په کوم جنګی مورال سره وسلې ته لاس اچوی او جنګ ته به ور دانګې ؟ او کله چی پخپله افغانان دطالبانو سره دروغی جوړی دپاره دخبرو ليوال دی ٫ بيا نو خارجی قواوو ته نور څه پاتيږی ؟ موږ ( خارجی قوتونه . ژباړ ) ځان پداسی يوه حالت کی وينوچی دهغه څه نه ډير توپير لری ٫ دکوم پخاطر چی موږ د طالبانو په مقابل کی وسلې ته لاس واچاوه . پدی توګه يوه نوی بحث او د سره بيا کتنې ته اړتيا ده . ايا داموږ غلط کار وکړ چی دطالبانو څخه مو دافغانستان نازيان جوړ کړل ؟ ايا دازموږ ناپوهې نه ه چی د اولس سره مو د طالبانو اولسی اوتاريخی پيوستون په پام کی نه وو نيولې ؟ او يا داچی لوديز په غ� �طه د پريزيدنت کرزی دهغوهڅو ملاتړ کوی چی غواړی د همغه شعار لاندی چی سوله زموږ دوخت غوښتنه ده ٫ دطالبانو سره دخبرو ميزته کښينې ؟ يوه خبره يقينی ده او هغه داچی موږ نه ځان اوهم خپل س� �بازان پدی باندی قانع کولای شو چی په افغانستان کی به جنګ بيله بدلونه دوام ومومی . اوس بايد موږ له ځانه پوښتنه وکړو چی پداسی يوه جنګ کی به زموږ ګډون ګټور وی چی هلته د برې اميدونه دجنرالانو سره لا هم په اوبو کی � �اهو دی . د ژباړی پای د ژباړونکې يادونه : داخوهغه څه وه چی دنمارکې څيړونکې يی دخپلو بچيانو دژوند په پام کی نيولو سره په هکله تشويش څرګندوی . راشې وګورو پخپله افغانان او په ځانګړې توګه مسئول سياستوال يی دافغانی بچيانو د وينې توئيدو او دخپل پلرنې وطن د ورانيدو سره سره پدی اړه څه فکر کوی . ښاغلۍ رنګين دادفر سپنتا دافغانستان دبهرنيو چارو وزير د طالبانوسره سوله دافغانستان پر دښمنانو باندی د وطن خرڅول بولې او وايی چی د سولې خبری بايد دولت هغه وخت ترسره کړی چی د زور د موقف څخه دخبرو توان پلاس راوړی . اوس به هڅه وکړو چی ددغه سياستوال په څرګندونو کی منطقي عنصر ولټوو : لومړۍ - داچی که دخبرو څخه زموږ موخه وسولې او روغی جوړی ته رسيدل وی بيانو د زور دموقف خبره څه معنی لری ؟ سولې ته دوه اړخه هغه وخت کښينی چی په لنډ مهال کی يو اړخ هم دګټلو زور او توان په ځان کی نه وينې ٫ سليم عقل يی پر احساساتو باندی برلاسې شوی وی او لازياتو ورور وژنو او ورانونکو جګړو ته زړه نه ښه کوی . د زور موقف هغه وخت ضرور دی چی ديوه اړخ دماتولو موخه په پام کی نيول شوی وی نه دروغی جوړی او ورورګلوې . دويم - داچی په افغاستان کی داګړۍ د ٦٠ زرو څخه زيات تر غاښو پوری په وسلو بار د نژدی ٤٠ پرمختللو زورورو هيوادونو وسلوال قوتونه دطالبانو ديوه ګروپ پرضد په بيرحمانه جنګ بوخت دی . � �ه دی نه پرته نژدی ١٢٠ زره افغانی اردو او وسلوال پوليس د همهغه ګروپ په مقابل کی شپه او ورځ په جګړو اخته دی . نو که چيری د افغانستان دولت ددغو ټولو جګړه ايزو وړتياوو سره سره د ښاغلۍ سپنتا په نظر د زور دموقف نه د سولې خبروته د کښيناستو توان په ځان کی نه وينې ٫ بيانو سپنتا صاحب دسياسی علومو د ډاکتر او په دغسی درنده چوکۍ کی ديوه تجربه لرونکې سياستوال په توګه د دا ډول توان درلودلو وړاند وينه دکوم وخت پاره کولای شی ؟ ښايی دی دا کار ترهغه وخته ځنډول غواړی ٫ څو چی افغانستان اټمی قدرت ترلاسه او ورسره سم د طالبانوسره د سولې په خبرو کی د زور موقف پلاس راوړی . زما په اند به دده دپوهيدلو دپاره اسانه اولنډه لاره دا وی چی دی خپل دزړه سر اود سترګو تور ګران زوی هم يوځل جبهی ته وليږی چی لږترلږه يی يوځل دباروتو بوی تر پزه شی او دنړيدلې مورچل خاو� �ی دوړی يی پرسپينو باړخوګانو باندی پريوزی .دی بايد پدی پوه وی چی د سولې په خبرو کی د دواړو خواووغوښتنې په پام کی نيول يو ضروری او حتمی عنصر ګڼل کيږی . کنه نودخبرو پايله به د سولې تړون نه بلکه په جنګ کی ديوه اړخ تسليم ليک وی . لکه څنګه چی مود دنمارکی څيړونکې نظر وليد ٫ داتوان خو داګړۍ ديوه پلو سره هم نشته . اوس چی دامريکا دخارجی چارو وزارت لوړ پوړی غړی هم دطا� �بانو سره د سولې خبری اتری دجنګ دپای ته رسيدو په موخه تر ټولو لنډه او غوره لاره بولې ٫ بيانو سپنتا ته پکار ده لږ داروپايی خوب نه راويښ شی او دافغاستان ترخو واقيعتونوته دجنګ د اور په لمبوکی په خلاصو سترګو وګو� �ی . والله العلم ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "علم ګل سحر", "output": "ما لا خپل ځان ته ستا دتلو خبره نه ده کړېګلان ژوندي دي لا وږمو خبره نه ده کړېزه خو دمینې یوه بله زمانه کې اوســـــــمما دوصال ما دبوســــو خبره نه ده کړېهسې نه ټوله دنیا کرکه شي ،کینې خورې شيچا ته مې ستا دناکردو خبره نه ده کړېورته حیران یمه باور یې اوس په مینه وکړم؟لا خویې ماته په پښتو خبره نه ده کړېپه تا هم ګرانې دي ،زما غوندې ستا ښکلې سترګې؟آیینې ګورم ،آیینــــــــــو خبره نه ده کړېلمر لا هماغسې رڼا دی تیاره شوی نه دیتا دانکار تا دوعدو خــــــــــبره نه ده کړې ۲۹/ ۸/ ۱۳۸۳ کابل – وزیر اکبر خان مینه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اروپا کی دافغان ځوانانودپيوستون دخواخوږۍ پيغام", "output": "بسم الله الرحمن الرحيم په اروپا کی د افغان ځوانانو دپيوستون موسيسی د خواشينۍ او خواخوږۍ پيغام په ډېرې خواشينۍ سره مو د رسنيو نه خبر تر لاسه کړ چې زمونږ د هېواد او خلکو قسم خوړلو دښمنانو دقلم خاوندشاه ځلمی ځوان او تکړه خبرال خدای بښلۍ عبدالصمد روحاني په ډېرې بې رحمۍ په شهادت رسولۍ قالو انا لله و انا الله ال� �اجعونمونږ د پيوستون موسيسی مشرتابه او ټول غړي په داسې حال کې چې د خدای بښلي روحانې پاک روح ته لاس په دعا يؤ ، د شهيد روحاني کورنۍ او خواخوړو ته خلپې ژورې اندېښنې او خواخوږۍ په بيا،بيا څرګندوو او دا او ور ته نورې کرغېړنې کړنې په کلکه غندو٠ په اروپا کی دافغان ځوانانو موسيسههلنډ ٢٠٠٨ / جون /١� �"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حنيف اتمر د مسعود فاتحه واخيسته", "output": "۰۷/ ۰۹/ ۲۰۰۸نن د سپتمبر پر اوومه د واکمن حکومت د ښوونې او روزنې وزير حنيف اتمر لخوا د کابل ښار په اماني لېسه کې د پخوانۍ نظار شورا د آمر احمد شاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم د ختم په اړه پرانيستونکې وينا واوروله. KABUL, September 07: Muhammad Hanif Attmar, education minister, attended the Quran recitation at Amani high school hall on the occasion of seventh death anniversary of Ahmad Shah Massoud. PAJHWOK/Safiya Saifi همداراز يې لارښوونه کړې چې د هېواد په ټولو ښوونځيو کې دې د آمر احمدشاه مسعود د اووم تلين د رارسېدو له امله د قرآنکريم ختمونه وشي. KABUL, September 07: Quran recitation was held in all schools of the country on the 7th death anniversary of Ahmad Shah Massoud, former Jehadi commander and National Hero. PAJHWOK/Safiya Saifi پورتني عکسونه او انګرېزي متن يې له «پژواك انځوريز سروېس» حخه اخيستل شوي دي.په انګرېزي متن کې د مسعود له نامه سره جوښت د ملي اتل و جهادي جبهې مشر لقبونه هم ليکل شوي دي. زه دلته د مسعود په اړه نه غږېږم خو د لاندينيو څو ټکو يادونه د اړتيا وړ بو� �م: ۱- ښوونځی د ښوونې ځای دی او بس. ښاغلی حنيف اتمر په کوم صلاحيت په ټول هېواد کې د ښوونې په ځايونو کې د يو غل، قاتل، مجرم و جاسوس د تلين لمانځنه کوي؟ ۲- پژواک د کوم نورم (معيار) پر بنسټ د مسعود له نامه سره د م� �ي اتل لقب ليکي؟له دې څخه څرګندېږي چې ځېنې افغاني خپرونې هم د سياسې واکمنې ډلې د خوښۍ لپاره د هر راز نورمونو تر پښو لاندې کولو ته تيار دي. حنيف اتمر په هم د ټلوالې (نظار شورا) د خوښۍ لپاره څو څو ځلې «آمر صاحب شهيد» ويلی وي. خو زه دلته د دې بيت د ويلو اړټيا وينم. ملا حيات ته نصيحت څه کويدی خو ګناه هم بې اودسه نکړي که آمر مسعود رښتيا شهيد وي نو اوس خو به يې اووه کاله په جنت کې تېر کړي وي او ددې خبرې هيڅ اړتيا ن� �ته.هره ورځ چې په لس ګونو بې ګناه انسانان شهيدان کېږي د هغوی روح ته ولې دوعا نه کوي؟خو، ښايي چې اتمر صاحب به په دې کار سره خپل ځان ته په دې نړۍ کې (د نظار شورا په دویمه واکمنۍ کې) جنت لټوي. له څو کالو را په دېخوا ښاغ� �ی اتمر د روښاندو پښتنو د خوښۍ (غولولو) لپاره په کابل کې په مورنۍ ژبه د زده کړې ټټر هم وهلی خو په عمل کې يې هيڅ هم نه دي کړي. دا خو کومه شخصي خبره نه ده. په مورنۍ ژبه د زده کړې مخنيوی د اساسي قانون نه ښکاره سرغړونه ده. خو د ټلوالې د خوښۍ لپاره دا سرغړونه کېږي. ښايي سياست به دوه مخي غوره ګڼي خو رښتيني انسانان يې بده کڼي.چارواکي دې خپله وظيفه وپېژني ( قانون دې عملي ګړي) او بس. چارواکي دې په دولتي ودانيو او ښوونځيو کې د غلو لپاره غونډې نه جوړوي. ښوونځي د ښوونې ځای دی. د ټول ملت مال دی او چارواکي ( حکومت) يې يوازې د قانون په چوکات کې ادارې چارې پر مخ بيايي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوې ايټالوي محکمې د جاسوسۍ په تورد ٣١تنو محکمه پيل کړه", "output": "يوې ايټاليايي محکمې د امريکا د متحدو ايالتونو د اطلاعاتو د سازمان ( سي آى اې ) لپاره د جاسوسۍ په تور د٣١ تنو شکمنو کسانو محاکمه پيل کړه. ٢٦ امريکايان او ٥ ايټالويان په دې تورن دي چې په غير قانوني توګه د شکمنو ترهګرو په تښتولو لاس پورې کړى.د محکمې د قاضيانو په وينا د سي آى اې د يوه ټيم په مشرۍ يو سخت دريځه روحاني مسلمان په ٢٠٠٣ کال کې د ميلان په يوه واټ کې وتښتول شو او هغه يې د ايټاليا په شمال کې د امريکا د متحدو ايالتونو د پوځ يوه ځاى ته ولېږه. حسن مصطفي اسامه ناصر ويلي چې د څېړنې په لړ کې پر هغه تېرى شوى دى. دا په نړۍ کې لومړۍ محکمه ده چې د شکمنو د نيولو په اړه دوسيه چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د متحدو ايالتونو د پروګرام يوه برخه ده شمېرل کېږي، حکمې ته را غوښتي. په اروپا کې دغه موضوع له نږدې څارل کېږي. اروپايي پارلمان تېره اونۍ د اروپا له آسمان څخه د شکمنو د لېږدلو لپاره د سي آى اې د پټو الوتنو افشا کولو يو رپوټ تائيد کړې ده. دغه رپوټ څو اروپايي هېوادونه د امريکا د متحدو ايالتونو د جاسوسۍ له سازمان سره په همکارۍ تورنوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل: په یوه چاودنه کې یوبهرنې مړ او بل زخمي شو", "output": "کابل: په یوه چاودنه کې یوبهرنې مړ او بل زخمي شو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وسله والو غلو ٤تنه کندز-تخار لار کې لوټ کړي", "output": "د يو سراچې ( غواګى) موټر ٤ تنه سپرلۍ د کندز - تخار په لويه لار دوسله الو غلو تر بريد لاندې راغلى، چې د دوى په وينا ٣٠٠ زره افغانۍ ، ١٠ زره امريکاي� �ډالر او يو اندازه سره زر يې ور نه وړي دي. سپرليو ادعا کړى چې غلو فوځى جامى اغوستې وي او د وسلې په زور يې ورڅخه هرڅه لوټ کړيدي . د سپرلۍ لوټ شوي موټر د کندز څخه د تالقانو په لور روان وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بشردوست :د وکيلانو شتمنى بايد ثبت شى .", "output": "د ولسې جرګې په نننۍ غونډه کې چې زياتره خبرې د طرزالعمل په اړه ترسره شوې او پايله هم څرګنده نه شوه ،رمضان بشردوست وړانديز وکړ چې بايد دټولو وکيلانو شتمنۍ او ملکيتونه ثبت شى . ده غوښتنه وکړه چې دغه ټکې ته دې په مسوده کې ځاى ورکړل شي . دبشردوست له دغه وړانديز سره ډير وکيلان هم غږى وو ،خو دولسى جرګې د رييس له خوا بحث پردغه موضوع بل وخت ته وځنډول شو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له داسی ډیمکراسۍ تیر یو ، امريکايان دي ووځي", "output": "احمدولي اڅکزی زه له بده م� �غه د هغه افغان ځوان نسل سره تړاو لرم چي يواځي مي د افغانستان بدي ورځي ليدلي دي . کله چي راته مشران د پخوانيو جشنونو، اخترونو او مېلو نکلونه کوي نو خوب او خيال مي يوسي. زه اوزما ټوله همزولي په جګړې کښي راږېږېدلي يو او په همدغه جګړه کښي رالوی شوي يو. بعضي همزولي مي په نړۍ کښي خواره واره د مهاجرت دژوند تريخې شپې او ورځي سبا کوي او بعضي همزولي مي د توپکسالارانو، بدکارانو اود پرديو دغلامانواو اجينټانو تر ولکې لاندي تريخ ژوند تې� �وي. زما هغه همزولي چي په افغانستان کښي ژوند کوي هغه د روزني او تعليم نه بې برخي پاته دي. نه خو پدغه هيواد کښي صنعت شته او نه هم زراعت نه روزګار شته او نه کسب. زما همزولي زما ورونه زما وطنداران و دې ته اړايستل کيږي چي په غاړه کښي توپک واچوي او د يواو بل توپکسالارپه شاپسې شي. خو زما د مهاجرو همزولو وضيت هم بهتر نه دی. لومړی خو دا چي بې وطنه خاک په سره په پرديو کوڅو او بانډو کښي سرګردانه لالهانه ګرځو. هرڅ وک مو پر سر سر وهي. نه مو د پوښتني څوک سته او نه د ګروېږني. د هر څه نه کړونکی احساس د خپل هويت او د خپلي خاوري نه د ليري والي احساس دی. که مور او پلار وهم لرو، خو چي بې وطنه يو، نو يتيمان يو. هر څوک راته بد بد ګوري د م هاجر او پناه ګزين ښکنځلي راته کوي. که يه په ډاګه راته ونه کړي په زړه کښي يه ښه نه راڅخه راځي. هره شپه چي ويديږو نو د وطن په خيالونو کښي مو خوب يوسي. زيات وختونه په نيمه شپه په خولو ککړ راوپاڅو چي دوطن ترخې او کړونکي خاطرې مو راته په خوب کښي راسي. په افغانستان کښي زما هر څلورم همزولی په چرسو او نورو نشيي توکو اخته دی. تېره جګړه او روانه جګړه زما د همزولو پر اوږو ده. د کلونو راهيسي د همزولو جنازې دي چي موږ يه تر هديرو پوري ځغلوو. اوس هم هديرې ستړي دي او هم زموږ اوږې. تر کومه وخته به موږ په يو اوبل نوم خپل ورونه وژنو؟ و� �ي فکر نه کوو چي که طالب دی، که دوستمی دی، که د حکومت عسکر يا پوليس دی که بل دی که بل….. خو ټوله افغانو مېندو ږېږولي دي. ټوله افغانان او ټوله مسلمانان دي. ولي د پرديو لپاره خپل سرونه خاوري کړو؟ ولي د امريکا، برطانيې، پاکستان، اېران يا هم روسيې لپاره خپل سرونه ولغړو؟ بعضي هيوادوال مي پدې غلط فهمي کښي مبتلا دي چي پ� �دې به زموږ حالت راسم کړي. موږ به سره پخلا کړي، زموږ سړکونه ، ښونځۍ، روغتونونه به راجوړ کړي. امنيت به راو� �ي................ که داسي وي نو موږ څه لپاره د انګرېزانو سره جګړې کولې؟ څه لپاره مو د شورويانو پرضد مقاومت کوی؟ و� �ي په شعرونو کښي ملاله پېغله او د ميوند غازيان شهيدان ستايو؟ ولي مو دشورويانو سره په جګړه کښي يونيم مليون شهيدان ورکول؟ خو انګرېزانو هم نه ويل چي زموږ دښمنان دي. هغو غوښتل چي موږ ته فرهنګ راولي . روسانو خو هم ادعا کول چي افغانستان به جوړوي او زموږ سره به دوستي کوي. انګرېزانوموږ ته د ډيورنډ داسي د ناسور اور پرېښودی چي زموږ لمسيان کړوسيان به يه لاتر اوده ونه وځي. انګرېزانو زموږ په کور کښي کرښه راتېره کړه. ورور او ورور يه سره جلا کړی. دغه ددوی فرهنګ و چي موږ ته یه راوړی. روسانو دعوی کول چي زموږ دوست هيواد دی. زموږ سړکونه به راجوړوي. سوسياليزم به راولي. په سوسياليزم کښي خو قوم او ډله نه ځاييږي. خو موږ يه وغولولو! موږ یه داسي پر ژبو او قومونو ووېشلو چي لاسونه مو يو د بل په وينو رنګ کړل او لا مو تږه نده ماته شوې. زموږ هيواد يه زموږ په وينو را اوبه کړی. زموږ يونيم ملين وګړي يه راشهيدان کړل او په ملينو ملينو يه رامعذوران شلان کړل. زموږ خاوره يه د مايننو په داسي زهرو ککړه کړه چي زموږ راتلونکي نسلونه به لا ورسره لاس او ګرېوان وي. امريکايانو بیا موږ لاس تړلي وپاکستان او آی اېس آی ته وسپارلو. د جهاد په جريان کښي يې موږ پر تنظيمونو او حزبونو ووېشلو. د آی اېس آی په مرسته يې زموږ روشنفکران، کارپوهان، معلمان او ډاکټران را ووژل. زم وږ پلونه، سړکونه او روغتونونه يه راوالوزول. هغه بهرنيان چي اوس دوی ورته ټېرورستان وايي همدوی زموږ هيواد ته راوستل. همدوی به په پاکستان کښي به يه د تخريبکارۍ تربيه ورکوله. لنډه دا چي زموږ پر اوږو يه شوروي ته ماته ورکړه او بيا يه موږ د ګاونډي هيوادونو و رحم او کرم ته پرېښودلو. اوس راته امريکايان وايي چي ډيموکراسي راولي. دا اوس ډيموکراسي ده؟؟ که دا ډيمو کراسي وي نو موږ تر تېر يو!! تاسو په زندانونو کښي زموږ د سپين ږرو پ� �توګونه باسئ!! زموږ کلي رابمباره وئ!! زموږ بچيان زموږ په بچيانو راوژنئ. د يوې خوا د آی اېس آی په مرسته افغانان هڅوی چي بريدونه وکړي او له بلي خوا افغان عسکرو ته واياست چي بيداره اوسئ. پر موږ مو بدکاران ، ر� �وتخوران او توپکسالاران مسلط کړي دي. که دغه ستاسو ډيموکراسي وي نو موږ تر تېريو. دغه کومه پټه خبره نده چي په پاکستان کښي تر اوسه لاتربيتي کمپونه شته والۍ لري. څو لسيزي تر مخه لا د پاکستان دخپل وخت اولس مشر ايوب خان ويلي وه چي امريکا د پاکستان فوځ خپل فوځ ګڼلای شي. پاکستان هيڅکله دومره جرأت نه شي کولای چي بېله د امريکا او سي آی اې داجازې په خپل هيواد کښي جنګيالي وروزي. داچي پاکستان دغه کارکوي نو د امريکا رضا خامخا پکښي شامله ده. که نه نو امريکا به د دغه کارمخنيوی کړی وای. امريکا د افغانانوپه وړاندي يوه غبرګه پاليسي پر مخ بيايي. د پښتو متل دی چي غله ته ويل غلا وکړه او څښتن ته يه ويل چي بيداره اوسه. لنډه داچي امريکا دخپلو دلچسپيو لپاره زموږ بچي راوژني. که هغه طالبان دي او که هغه حکومتي عسکر دي او که نور. موږ افغانان مېلمه پال يو. خو که يو څوک د توري سره زموږ کور ته راننوځي نو موږ دغه نه شو زغملای. موږ ته هيڅکله کومو پردو ښېګڼه نده رارسولې. استعمارګر هيڅکله زموږ د ښېګڼي لپاره سر نه خوږوي او نه يې خوږکړی. استعمارګر په لومړي سر کښي تفريق راولي او بياحکومت کوي. کوم وخت چي امريکايان په افغانستان کښي خپل مقصد تر لاسه کړي او بيا وځي نو موږ ته به نوي د ناسو زخمونه پرېږدي او زموږ پوره واک به بیا آی اېس آی ته په لاس ورکړي. ددغه ادعا ثبوتونه د تيرو څلورو کلونو په جريان کښي موږ ته د لمر غوندي روښانه شويدي. په افغانستان کښي هره ورځ په درځنو افغانان م� �ي. افغانستان دکورنۍ جګړې پرسمت راوان دی. دقضيې حل دادی چي امريکایان دي زموږ د خاوري ووځي. موږ د ام� �يکايانو دوستي غواړو. او که دوی زموږ دوستان دي نو زموږ د ګرېوانه دي د ګاونډي هيوادونو لاسونه وباسي او زموږ خاوره دي موږ ته راوسپاري. زه پر خپلو ټولو هيوادوالوږغ کوم چي په صلح آمېزه توګه د امريکايانو نه غوښتنه وکړي چي دافغانستان د هيواد نه خپلي لښکري وباسي او موږ ته ګارنټي راکړي چي د ګاونډيو لاسونه به زموږ د ګرېوانه ليري ساتي. بايد چي يادونه وکړم چي په جګړه کښي زموږ تاوان دی او موږ بايد د مسلح مقاومت نه ډډه وکړو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: د بلغاریا په دفاع وزیر مو په کندهار کې حمله وکړه", "output": "میرویس جلالزی د طالبانو ویاند وایې چې تیره ورځ یې کندهار ته د بلغاریا د دفاع وزیر سفر ګډوډ کړی دی. قاري یوسف احمدي وایې چې د کندهار په هوايٍي ډګر یې د ۶ توغندو برید هغه مهال تر سره کړ چې د دفاع وزیر الوتکه پکې د را ښکته کیدو په حال کې وه. د نوموړي پر وینا چې په برید کې یو شمیر بهرني سرتیري مړه او ژوبل کړي خو د بینوا ویب پاڼي ته د ایساف چارواکو په کندهار کې ویلي چې په برید کې د دفاع وزیر ته تاوان ندی رسیدلی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کې په ائيتلافى ځواکونو بريد شوي", "output": "کندهار کې د ائيتلافى ځواکونو وياند ( مال کولم )منلې چې تيره شپه ددوى په ځواکونو د کندهار د ژړى ولسوالۍ کې وسله والو جنګيالو بريد کړى دى ، چې هيڅ ډول مرګ او ژوبله يې ځواکونه نلري .د طالب جنګيالو ډلې يو وياند ادعا کړې ده چې د ائيتلاف او افغان ځواکونو شل تنه يې تيره � �په دبريد په ترځ کې د ژړى ولسوالۍ کې ټپيان او وژلى او يو شمير فوځى ګادى يې له مينځه وړى دى . د ائيتلافى او دولتى ځواکونو سرچينى د طالبانودا ادعا دروغ بولى ، يوازې د بريد پخلۍ کوي .دا بريد په داسې مهال کې ترسره کيږى چې تي� �ه اونۍ په دغه ولسوالۍ کې حالات د ډاډ وړ بلل شوي وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هند د ترهگرۍ پر ضد افغان پوځيان روزي", "output": "د هند دفاع وزارت ژمنه کړي چې افغان ملی پوځيان به د ترهگرۍ پر وړاندې د خاصو عملياتو په برخه کې وروزي .دا ژمنه هند ته د افغان دفاع وزير جنرال رحيم وردگ د سفر پر مهال هندي لوري وکړه .ښاغلی وردگ تيره اونۍ د يوو پلاوي په مشرۍ هند ته تللی او د خپل سفر په لومړۍ و� �ځ ېې د هند تر ولکې لاندي کشمير کې د هند دفاع وزارت له هغه قرارگاه څخه ليده کاته وکړل کومه چې د ترهگ� �يزو فعاليتونو د مخنيوي په برخه کې کار کوي . ښاغلي وردگ خپل هندي سيال ته وويل چې په افغانستان کې اوس مهال داسي يو ستر انستيتيوت نشته چې پوځيان پکې د ترهگرۍ پر وړاندي د مبارزې ځانګړي زدکړي وکړي نو له همدې امله له هندي لوري څخه په دې برخه کې مرستي غواړي .د هند دفاع وزير ترهگرۍ يوه اجتماعي ستونزه وبلله چې پر وړاندي به ېې له افغان دولت سره مرستي وکړي . (جنرال رحيم و� �دگ)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکرکوک ښار په يوه چاودنه کې ٢٠ کسان ووژل شول", "output": "د عراق په شمال کې په يوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې نن د يوه موټربم د چاودنې په ترڅ لږ ترلږه ٢ تنه ووژل شول. په دغه چاودنه کې چې د کرکوک ښار په آمرلي کوچني سيمه کې رامنځ ته شوې زيات شمېر نور کسان يې ټپيان کړي هم دي. کرکوک د عراق د کردستان سيمې څخه بهر پروت دى خو ډېرۍ کردان هغه خپله ملي خاوره ګڼي او ټاکل شوې چې د روان ميلادي کال تر پايه د هغه د راتلونکي په اړه يوه ټول پوښتنه تر سره شي. دغه چاودنه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري تېره اونۍ ويلي و چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لږه شوې ده. د عراق دولت ويلي دي چې د جون په مياشت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره ١٢٤١ کسان و، چې له هغه څخه د تېرې مياشتې په پرتله په کې ٤٠ فيصده کموالى راغلى دى. د دغې شمېرنې له مخې د جون په مياشت کې ١٧٠ عراقي پوليس هم وژل شوي دي. د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش د عراق د امنيت ح الت د ښه والي د هڅو لپاره امر کړى و چې، ٣٠ زره اضافي امريکايي سرتېري دغه هېواد ته ولېږل شي. له دغو ځواکونو څخه وروستۍ ډله تېره مياشت بغداد ته ورسېدل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قومونو ترمنځ بيلوالى د ملي يوالي ملا ماتوي", "output": "كه په تاريخي لحاظ په افغانستان كې د � �ومونو ارزښت او جوړښت ته وكتل شي نو شك نه شته چې د قومونو يوالي د تل له پاره ملي يوالي ته لار هواره كړي او م لت يې د هر ډول ستونزې څخه را ويستلى دى،د تاريخ په اوږدو كې د افغاني قومونو ترمنځ كلك يوالى او يو پر بل باور دې ته زمينه برابره كړي وه چې دا قومونه ملت او دولت ته د هرې ورپېښې ستونزې د حل په لار كې هر څه كولى شي،خو كله چې � �ومونو يو له بل څخه واټن اخيستى نو په طبعي توګه يې ملي يوالى د لوى ګواښ لاندې نيولى او زيانمن كړى دى.تاسو د جنګ او جګړې په كالونو كې وليدل چې د هيواد د نورو جوړښتونو په څېر قومي جوړښتونه هم يو څه زيانمن شول ،ان تر دې چې يو پر بل دومره بې باوره شول چې تر منځ يې واټن په وجود راغى او د قومونو دې حالت پرته له شكه چې ملي يوالى تر جدي ګواښ لاندې ونيوه،كه چېرې د قومونو ترمنځ دا موجود واټن را كم شي او په دوى كې يو ځل بيا د ملي يوالي روحيه پياوړي شي نو شك نه شته چې د افغان باتور اولس به ډېر ژر د خپلو ستونزو د هواري لارې پيدا كړي،تاسو وګورئ په � �اهي دوره كې د قومونو ترمنځ ډيرې نږدې اړيكې موجودې وې ان تر دې چې دې اړېكو د ملي يوالي د ودې په لار كې يو رغنده او جوړونكى رول ولوبوو،اوس هم چې دوخت او حالاتو غوښتنه د ملي يوالي په لور ده نو لازم دادي چې په لومړي قدم كې د � �ومونو د يوالي په لار كې هر اړخيزې هڅې او مبارزې وشي،زه په دې كلك باور لرم كله چې قومونه متحد شي نو خامخا به م لي يوالى په وجود راځي او د ملي يوالي په وجود كې د يوې ټولنې او ملت د ژوند هر اړخ وده او پرمختګ كولى شي،زه وايم هغه څوك چې د احساس او درد سپرغۍ يې خوب ته نه پريږدي هغوى ته ښايي چې په دې لار كې نه ستړي كيدونكي هلې ځلې وكړي او شك نه شته چې ددوى هڅې او كوښښونه به هرومرو نتيجه وركوي.قومونه بايد په دې پوهيدلي وي چې په هيواد كې د ملي يوالي او متحد فكر شتون هغه څه دي چې هيواد له شته ستونزو او مشكلاتو څخه ويستلى شي،كه قومونه په يوه پاكه او سپيڅلي اراده دې ته مټې راونغاړي چې نور نو د قومونو ترمنځ بيلتون او بيلوالى نه غواړو او په يوه افغاني او ملي روحيه ځانونه د خپل ځان،ټولنې او خلكو پر وړاندې مسوول وګڼي نو باور وكړئ چې هيڅوك بيا زمونږ د ودې او پ� �مختګ مخه نه شي نيولى،خو كه د قومونو تر منځ په خپله واټن او اختلافات وجود ولري نو بيا هيڅكله هم د يوې عادي ستونزې پر وړاندې مقاومت نه شي كولى او باالاخره به همغه ستونزه ددې لامل ګرځي چې لوى لوى قومونه له منځه يوسي،� �ك نه شته چې د افغاني قومونو ترمنځ نه شليدونكي اړيكي وجود لري خو ددې اړيكو د پياوړتيا له پاره داسې قومي مخو� �و او مشرانو ته اړتيا ده چې په پاك زړه او وجدان د قومونو د يوالي له پاره پرته له كوم ډول شخصي هدف څخه كار وكړي،كه زمونږ دا ډول پاك زړي او پاك نفسه مشران د قومونو د يوالى په لار كې خپلې هڅې پر ځان د خپلو قومونو او ټولنې پور وګڼي نو شك نه شته چې ډېر ژر به د قومونو يوالى ملي وحدت او ملي تفكر ته لار برابره كړي،كله چې په ټو� �نه كې د ملي تفكر او په ملي مسايلو د خپل فكر بوختيا دانسان د شخصيت په يوې برخې بدله شي نو پرته له شكه چې هيواد او اولس به مو د ژوند په هر ډګر كې په بې ساري توګه وده او پرمختګ كوي،مګر كله چې د ملي فكر پرځاى د ځان د ګټو او فوايدو په اړه فكر كول د انسان د شخصيت يوه برخه شي نو طبعي ده چې هلته به انسانان د ټولنيزوالي خاصيت له لاسه وركوي او يوازې به د خپل ژوندانه د ښوالي په سوچ كې وي،كوم چې په ځمكه باندې د انساني ژوند له اصولو او غوښتنو خ� �اف كار دى،په اخر كې يو ځل بيا په خپلو قومي بااحساسه مشرانو غږ كوم چې د خداى (ج) په خاطر په خپلو بچيانو،خاورې او هيواد رحم وكړى ،له ځان او وجدان سره كلكه ژمنه وكړئ چې نور به د هيواد او اولس د ښيرازۍ په موخه ټولې منفي ت� �بګنى پريږدو او هڅه به كوو تر څو افغاني قومونه متحد او يو موټى وساتو،په داسې كولو سره به مو له يوې خوا د هيواد پر وړاندې خپل پور ادا كړى وي او له بلې خوا به مود ملي يوالي د ملاتير كوم چې د قومي جوړښتونو پياوړتيا ده لا غښتلى او پياوړى كړى وي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابله پام کوه پاڅون ونکړې", "output": "د محترم ورور خالد هادې حيدري د ښکلي � �عر په ملاتړ کابله پام کوه پاڅون ونکړې د پښتنې پيغلې سپير ه وربل لا ستا د ګلونو انتظار کوي په دغه هيله چې به تاله درځي د پرديسۍ شپې په انګار کوي کابله پام چې وار خطا نکړې نړۍ به ستا په حال خبره کړو د دښمن خوب به نور پوره نشي ستا ارمانونه به تر سره کړو خو ته اوس دومره حوصله وکړه چې دې تنکي ځوانان په پښو ودريږي يو څو ناپوهه پښتانه ويده دي چې لږ � �اويښ شي په پښتو ودريږي بيا د اسلام بيرغ به لاس کې واخلي ددې دجال مقابله به وکړي ټول په يوه نيت او اواز به شي يوه غښتلې فيصله به وکړي خو نن لا وخت نه دې غوسه چې نشې درنه لوګی شمه جنون ونکړې پخپل سوري سوري ټټر دې قسم کابله پام کوه پاڅون ونکړې زويا هيله بارګامی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیا کې امنیتي وضیعت ښه، او بیارغنیزي چاري په چټکۍ پر مخ رواني دي", "output": "د پکتیا په و� �ایت کې د نورو گاونډیو ولایتونو په پرتله امنیتي حالت ډاډمن دی او بیارغنیزي پروژې په سم لوري رواني دي . دغه ولایت چې له ستراتیژیک پلوه افغانستان ته ډیر مهم دی دمگړۍ یې گڼ شمیر لویي لاري یا جوړي شوي او یا هم پ� �ې د بیاودانولو کار روان دی . د پکتیا ولایت قومي مشران او سپینږیري د ولسشمر له سلاکار او والي جمعه خان همدر سره په همغږۍ کې کار کوي او حکومتي چارواکي له مشررانو او سپینږیرو سره په سلا د ولایت چاري پر مخ بیایي . د پکتیا مرکز گردیز ښار اوس په یوه ستر تجارتي مرکز بدل شوی او پکې سوداگرو په ملیونونو امریکایي دالر پانگونه کړي ده . د ولایت په زیاتو برخو کې امنیتي پوستي فعالي دي او امنیتي او کشفي ارگانونه هڅه کوي چې خلکو ته ډاډمن چاپریال برابر کړي. نن سهار د بینوا ویب پاڼي داسي یو خبر په تخنیکي تی� �وتنه خپور کړ چې گواکي د پکتیا امنیتي حالت خراب شوی دی خو دغه خبر د پکتیا په اړه نه بلکه د پکتیکا په اړه وو چې بیرته له پاڼي هیسته کړای شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: په لغمان كې مو ايتلافې سرتيري وژلې دې", "output": "د طالبانو وياندويانو ادعا كړې چې تېره ورځ يې د لغمان ولايت په علې شينګ ولسوالې كې د يوې وسله والي نښتې پر مهال په غټه شمې� �ه بهرني او كورني سرتېري وژلې دي. خو دولتي چارواكې د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولې. د لغمان ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايې جرمونو په وړاندې د مبارزې م دير وويل چې د دوى له اړخه يوازې دوه پوليس ژوبل شوې او د طالبانو له اړخه په غټه شمېره جنګيالې وژل شوې او ژوبل � �وې دې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دصالح مړى خاوروته وسپارل شو", "output": "انورالله صالح دخوست ولايت يوځوان شاعراوليكوال ؤچې څوورځې مخكې يې دپاكستان هنګوپه سيمه كې دنامالوموكسانولخواسرغوڅ كړاى شوى ؤاومړى نن په خپله پلارنۍ هدېره كې خاوروته وسپارل شو. دخوست ولايت ديع� �وبيوولسوال ګل قاسم جهادياروويل : انورالله صالح يوځوان اوخوږژبۍ ادبي شاعراوليكوال ؤچې دشخصي كارنوترسره كولوپه موخه پاكستان ته تللى ؤ،هلته يې دهنګوپه سيمه كې دنامالوموكسانولخواسرغوڅ كړاى شوى اوجسديې په يوه كنده كې غورځول شوى ؤ . جهاديارزياته كړه چې صالح كومه رسمي دنده هم نه درلوده خومخكې يې دملي پيوستون په پروګرام كې غيررسمي دنده لرله . دصالح پلاروويل چې دوى له هېچاسره هم كومه شخصي دښمني نلري . تراوسه دصالح دوژنې پړه چاپرغاړه نده اخيستې . داپداسې حال كې ده چې دميرانشاه په سيمه كې هم يوپنځلس كلن ماشوم پدې تورچې وروريې په خوست كې ديوښوونځي چوپړاسي (ملازم) دى دنامالوموكسانولخواوژل شوى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل پر زړه وسلوالو مخامخ برید کړي دي", "output": "نن سهار د کابل تر ټولو د ګڼي ګوڼي سیمه پښتونستان واټ درندو چاودنو ولاړزاوه ، برید د ولسمشرۍ دمانۍ په دروازه کي دافغانستان بانک او مالیه وزارت ته څیرمه شوه د کورنیو چارو وزارت ویاند په وینا په برید کي دوه برید کوونکي وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي سیمه د ناټواو ملي سرتیرو لخوا کلابنده شوې ، دپیښي د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نشته دسیمي لږ هغه خوا د ګلبهار سنټر مخي ته یو سپين کرولا ډوله موټر د پیښي لږ وروسته د یو بریدګر لخوا ووچول شو چي په کي د یو امنتي سرتیری اویو خبریال ټپیان سوي دي طالبانو د برید پړه پرغاړه اخیستې ده او ویلي دي چي ۲۰ کسه ځانمرګي په ښارکي بریدونو ته چمتوشوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر ننګ وژاړو كه د افغان پر ننګ (د مجيد قرار ليكنه)", "output": "د ننګ مسأله: ښکنځل-ماره رسنۍ د افغان پر ننګ بلوسي ښکنځلې د کینې سړولو او نورو د حیثیت تر پښو لاندې کولو لپاره کارېدونکې وسيله ده. ځینې خلک ښایي د ځینو مجبوریتونو له امله سیده او ډانګ پېیلي ښکنځلې ونکړای شي، خو - د هغوی له نېکه بخته- ښکنځلې ځینې نورې بڼې هم لري چې د کین-کښو د کینې خړوبولو لپاره تر لومړۍ هغې هم مؤثرې او اغېزمنې دي.یو چاته په مستقیمه توګه د بدو نسبت ښکنځله ده، خو په یوه رسنۍ کې د چا په اړه د یوه ناسم او بې مدرکه خبر خپرېدا ډېره بده ښکنځله ده. ښکنځل نورې بڼې هم لري، لکه پر چا ناحقه تور او دعوا، په مستعار نوم د یوې لیکنې له لارې د چا د بدنامۍ هڅه او داسې نورې.د ښکنځلې دوهمه بڼه، یعنې غیر مستقیمه ښکنځله تر ټولو زیاته ضررناکه، ترهوونکې، او له اخلاقي پلوه لوېدلې ده. په افغانستان کې داسې ښکنځل-مارې رسنۍ شته چې په وازه خوله خلکو ته دغه ډول موډرني او غیر مستقیمې ښکنځلې کوي او د مطبوعاتي فعالیت تر لمنې لاندې خپلې ناسمې او کږې اجنډاوې پر مخ بیایي. د دغو رسنیو خاوندان په اخلاقي لحاظ د هغو توپکیانو، وطن دښمنانو، او ملي ضد عناصرو ځایناستي دي چې پخوا په بربنډه توګه د افغانستان په ورانولو لاس پر کار و، او په لوټ، تالان، چور، ترور، وژنو، تهدیدونو، بدمعاشیو، او نورو فعا� �یتونو لګیا ول، خو د وخت له بدلېدلو سره یې ځانونه لکه د شوتلې ملخان د شوتلې په رنګ کړل، او د نوي ډیموکراسۍ، او د بیان د ازادۍ له عنوانو په استفادې سره یې خپلو پخوانیو ماموریتونو ته دوام ورکړ. د هغوی د انسان وژنې نوې بڼه، د انسانانو د شخصیت وژنه، او د ټولنیز وراني نوې بڼه د ټولنیزو اقدارو تر پښو لاندې کول، او د منحرفو ټو� �نیزو ذهنیتونو او افکارو خپرول دي.دغه لوري- د ورځې د ضرورت پر اساس- د انسانانو د وژنې لپاره، له بم اېښودلو کار نه اخلي، بلکې په ټولنه کې داسې نامرﺉي بمونه اېږدي چې د خلکو معنویات پرې له منځه وړي، او د ټولنې پر سینه د تعصبونو، رسواییو او کرکو ټپونه اېږدي.په داسې حال کې چې نوی دولت د امنیت په مسأله کې او د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره، په ځانګړې توګه په دې جګړې-وروسته وضعیت کې د مطبوعاتو غښتلې ننګې ته ضرورت لري، د ځینو غرضي او پټو اجنډاوو لرونکیو رسنیو خاوندان په افغانستان کې د دولت په تخریب بوخت دي. د دوی د دغسې کردار د یوې مهمې بېلګې په توګه به د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ ته د ولسمشر د سفر په اړه د دغو رسنیو د مغرضانه راپورونو یادونه وکړم. په داسې حال کې چې په هاغسې یوه سیمه کې د توغندیو توغول کېدل یوه ډېره عادي، او اسانه ترسره کېدونکې پېښه وه، د اندړو د پېښې په اړه مهمه داوه چې ولسمشر داسې یوې سیمې ته په ورتګ سره د فوق العاده جرأت، او له خلکو سره نیږدې خواخوږۍ بېلګه وړاندې کوله، او د رسنیو خبر هم باید همدا وای، خو دې مغرضانه رسنیو، لکه بمبري چې له ګلانو څخه هم زهر ټولوي، دغه خبر داسې وړاندې کړ چې ګواکي ولسمشر له یوې حملې څخه ژوندی راووت. په داسې حال کې چې توغندي له ولسمشر څخه په ډېر لري واټن کې لګېدلي ول، چاودلي هم نه ول، او د لومړي توغندي له توغول کېدو وروسته هم ولسم� �ر د اوږه مهال لپاره خپلې وینا ته دوام ورکړی و. دغه رسنۍ د ملي مصلحتونو پر خلاف، په ډېره بې باکۍ د مخالفینو د دعوو په خپرولو او د دولت د تلفاتو په زیاتو ښودلو سره په جنوب کې پر شته وو نا ارامیو مرموزه خوښي څرګندوي، او بالعکس د رغاونیزو پروژو او پرمختګونو په پټولو او نه تبليغولو سره په شعوري توګه د دولت پر لاسته راوړنو پ� �ده اچوي.د طلوع تلویزون، او ارمان ملي ورځپاڼې د بیان د ازادۍ شعار له څخه په غلطې استفادې سره خپله ملي ضد او پلان شوې اجنډا تعقیبوي، او د شخصیتونو او لوریو د بدنامولو او جرح کولو یوه منظمه لړۍ پر مخ بیایي. د دې خبرې یو جوت دلیل دادی چې د هغوی د تبلیغاتو، او افتراګانو هدف او موخه یواځې یو خېل وګړي او لوري دي چې له دې کار څخه د هغوی پېیل توب او طرفداري له ورایه جوتېږي. اسانه خبره داده چې وپوښتل شي آیا په نورو توکمونو کې داسې د خدای ګناهګار نه پیدا کېږي چې هغوی ورپسې څه ووايي؟ په داسې حال کې چې د بشر د حقوقو د سازمانونو لخوا د په ګوته � �ویو تېري کوونکیو او جنګي مجرمینو ۸۰ سلنه د دوی د تبلیغاتو له وار او ګذار څخه په امن ده، باید پوښتنه وشي چې دا څه ډول ناپېیلتوب او بې طرفي ده. آیا هغوی د دوستم، محقق، فهیم، قانوني، او نورو په دوسیو کې دومره څه ونه موندل چې آن یوه ورځ هم تبصره پرې وکړي؟عجیبه او د پام او تبصرې وړ خو لا داده چې د شمالي ټلوالې د پخوانیو غړیو له کتاره هم یواځې او یواځې سیاف په نښه کېږي، او مسخره کېږي. د غه چینلونه د هېواد سیاسي او ملي مسألې مسخ� �ه کوي او په ډېره غیر جدي او طنزیه توګه یې تر بحث لاندې نیسي. په حساسو ملي مسألو، لکه د سولې پر بهیر، د سرح داتو پر مسألو، پارلماني مسألو او نورو د هغوی د تبصره چیانو او مسخره چیانو غیر مسؤولانه تبصرې او خپرونې عامه ذهنیتونه ګډوډوي، او د تعصب، کرکې، او بې باورﺉ فضا رامنځته کوي. د طلوع ټلویزون، او دارمان ملي، او چراغ په څیر ورځپاڼې د ملي روغې جوړې د پروسې د بدنامولو او مخنیوي محسوسې هڅې کوي او هغوی ته چا دا نه دي ښود� �ي چې ملي روغه جوړه ملي پروسه ده، او په دې پروسه کې همکار لوري، په هر نامه چې دي، د ملت ريښتیني بچیان دي.د حزب اسلامي ګوند ته د خلکو په منسوبولو سره هغوی د سیاست له حساسیتونو څخه ګټه پورته کول غواړي، په داسې ح ال کې چې د حزب اسلامي د ګوند هغه وګړي چې له دولت سره همکاري کوي، او د سولې د پروسې ننګه کوي، تر هر چا زیات د نازونې او ننګې وړ دي، او تر دې دمه یې فوق العاده کاري وړتیا ثابته کړې ده. د نیونې، اختلاس، حبس، تېري، او نو� �و قضیو سوابقو ته له حزب اسلامي سره په تړاو ورکولو هغوی د ملي روغې جوړې په پروسه کې د نورو د شمولیت مخه نیسي.دغه رسنۍ د بیان د ازادۍ تر عنوان لاندې کرکه پاروونکي بحثونه، غیر اخلاقي بهرنۍ خپرونې، حساسیت پا� �وونکي خپرونې، په قومونو، او توکمیزو ډلو تعرضونه، او لفظي حملې، او ډول ډول مضر فعالیتونه ترسره کوي. په دې سربېره د ملي ټرمینالوجۍ په برخه کې شعوري تخطي ګاني کوي، د پردیو الفاظ او رسمي ټرمینالوجۍ کاروي، او د پردیو د فرهنګی، اقتصادي او سیاسي ګټو خوندي کولو یوه محسوسه لړۍ تعقیبوي.دغه رسنۍ له ملي ورځو سره بې غوره چلند کوي، په داسې حال کې چې د پاکستانیانو د خیبر چینل د څو ورځو خپرونې د افغانستان د ازادۍ ورځ او نورو ملي ورځو ته ځانګړي کوي، دغه رسنۍ په افغانستان کې دننه پر دې مناسبتونو سطحي تېرېږي، او پام نه ورته کوي.که څه هم ملت او او شته بصیرت لا له وړاندې درک کړې چې د دې لیدلوري لرونکيو خلکو ستونزه له اسلامي حزب، حکمتیار، سیاف، افغان م� �ت، قومپال احدي (!) فاشیست نجیب(!)، فاشیت خرم(!)، بنسټپال لوی څارنوال (!)، حزبي آصف ننګ(!)، حزبي جمعه خان (!) یا نورو اشخاصو او ګوندونو سره نه ده، بلګې د دوی د کړنو ريښتینې انګېزه د دوی په زړونو کې د دې ملت د تاریخ، فرهنګ، او پخوانیو، او اوسنیو بچیو لپاره راټوله شوې هغه کینه او حسد دی چې د خړوبولو لپاره یې هیڅ ډول فرصت له لاسه نه ورکوي، او له هر ډول روا او ناروا وسيلې څخه استفاده کوي.کټ مټ لکه د شمالي ټلوالي مشران چې د دولت پر وجود ننوتلي، او دولت ته زیان رسوي، ستمي ښکاره(پدیده)، هم د نوې ډیموکراسۍ پر وجود ننوتلې داسې ناروغۍ ده چې د دیم وکراسۍ وجود له دننه څخه تخریبوي او پر ملي ارزښتونو کرغېړنې خوي لګوي. په داسې حال کې چې افغانستان د ملت جوړنې د پروسې د ملاتړ او د غیر ملي افکارو د له منځه وړلو لپاره تبلیغاتي ننګې ته اړه لري، په پردیو پورې تړلي چینلونه او راډیوګانې د افغانستان کلتوري بریدونه ترپښو لاندې کوي او اخلاقي ارزښتونه تر یلغار لاندې نیسي. � �یا له په کلتوري لحاظ په یوه له جګړې وروسته هېواد (Post war country) کې باید له حساسیتونو سره دغسې چلند وشي؟ آیا لوم ړیتوب دادی چې دخلکو ارزښتمن وخت په مبتذلو او بې ګټیو هندي، انګرېزي او ایراني سندرو ډک کړای شي؟دولت باید د یوې یوې قضیې د مستقلې معالجې او څېړنې پر ځای پر عمومي ستونزه فکر وکړي، او لږ تر لږه له دننه څخه د مخربو عناص� �و په تصفیه کولو سره ځان له بهر څخه د ننګونو مقابلې ته چمتو او فارغ کړي.هغه دولت چې پر خپلو منسوبینو، غړیو او طرفدارانو ننګه ونه لري، خپل اعتبار له لاسه ورکوي، او د سبا لپاره باید د شته ملاتړ تمه هم ونه لري. دا چې نن آصف ننګ په جاسوسۍ تورن شو، پرون لوی څارنوال پر بنسټپالۍ او لېونتوب مشهور شو، یا په جمعه خان همدرد د عام وژنې، او پر احدي په وزارت کې د قوم پالنې افترا پورې شوه، پر نعیمي د قوم پالنې او ستم، پر خرم د بې کفایتۍ تو� �ونه پورې شول، پر فاروق وردګ د حزبي تمایلاتو او بیا دا ټول تورونه پوچ او بې اساسه ثابت شول، د دولت د حیثیت سوال مطرح کوي، نه د دولت د غړیو. په هره پاسنۍ پېښه کې د دولت پر حیثیت تېری شوی، او په څنګ کې د هېواد د بیا� �غونې، د ولسواکې حکومتدارۍ د تقویې، او د ملت جوړونې پر پروسې تېری شوی، تعصباتو ته لمن وهل شوې، په قومي او ژبنیو عنوانونو خلک را پارول شوي، او بغاوتونو ته هڅول شوي، دا ټولې هغه مسألې دي چې درک کول یې د غښتلي ملي وجدان لرونکي دولت کار دی. کله چې دولت د خپل حریم نه دفاع نشي کولای، په دولتي مقاماتو پسې د تړل شویو افتراګانو سپیناوی نشي کولای، په ټول ځواک د یوه تلویزوني چینل له تعقیب څخه عاجز دی نو که زموږ دولت داسې وي نو بهتره داده چې تر هرڅه وړاندې د افغان پر ننګ او څيرې ګرېوان وژاړو. موږ د خپل روڼ اندي آصف ننګ او نورو پر پاک لمنۍ ایمان ولرو چې د طلوع ور شیندلي خباثتونه به یې کله هم داغداره نه کړای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهار : د لوړ قدامت درلودونكو توكو ميوزيوم پرانستل سو", "output": "احمد لودين : كندهار د كندهار ولايت په اطلاعات او فرهنګ رياست كي د تاريخي او لوړ قدامت درلودونكو توكو ميوزيوم جوړ او نن رسمي دسيلانيانو پر مخ پرانستل سو . نوموړي ميوزيوم چي د كندهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په نوښت جوړ سوي دي د نوموړي رياست دريس عبدالمجيد بابي په خبره چي ۱۳۸ تاريخي توكي چي د ډير وخت دي او دميلاد ها خواته قدامت لري پكښي ځاي پر ځاي سوي دي . د ده په خبره چي ياد توكي يي د كندهار ولايت له بيلابيلو پخوانيو او تاريخي ځايونو او يو شمير هغو كسانو څخه چي د تاريخ او دا ډول توكو سره مينه لري او ساتلي يي وه په لاس راوړي دي چي ډير ارزښت لري او ډير يي هم د تير وخت تاريخي لوښي او مجسمي دي چي هر يو يي د وه زرو نه تر دريو زرو كلنو پوري قدامت لري . د ده په خبره تمه سته چي نور ورته توكي به هم په لاس راوړي او د كندهار ولايت دا تاريخي موزيوم به نور هم پري غني او بډاي كړي . له ميوزيومه په لمړي ځل كندهار والي توريالي ويسا او يو شمير نورو ليكوالانو او تاريخ پوهانو ليدنه وكړه او د نوموړو تاريخي توكو په را غونډولو يي خوښي وښوده . د مسوولينو په خبره چي د ياد ميوزيوم دروازه به ټوله ورځ د خلكو پر مخ خلاصه وي او د يادو تاريخي او با ارزښته توكو ننداره به كوي خو د دوي په خبره چي لمړي حق به دښـوونځيو د زده كوونكو وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايران او سعودي عربستان سره ملګري شول", "output": "ايران او سعودي عربستان هوډ وكړ چې په ګډه به د منځني ختيځ د كړكيچ په هوارولو كې ونډه واخلي . دا هوكړه ليك پرون په رياض كې د سعودي عربستان د پادشاه او د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد تر منځ لاسليك شو . دواړو لورو د خپلو خبرو په يوه بله برخه كې په دي هم سره سلا وكړه چې، وروسته له دي به هيڅ هغه هيواد ته اجازه ورنكړي چې غواړي د مسلمانانو تر منځ واټن زيات كړي . ايران په سيمه كې د شعيه ګانو ستر ملاتړ كونكى هيواد دي او په همدي شان سعودي عربستان د سوني مذهبو له عمده پلوى هيواد څخه بلل كيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هند وتلي او نامتو ستوري عامر خان دويم واده وكړ", "output": "د هند وتلي او نامتو ستوري عامر خان دويم واده وكړ د هندۍ سينما باليووډ نامتو اداكار عامر خان د ډسمبر مياشتې په يودېرشمه نېټه له كيرن راو نومې نجلۍ سره دويم واده وكړ. كيرن راو له عامر خان سره په لګان فلم كې اسيسټېنټ ډايريكټره وه. د لګان فلم جوړېدو پر مهال دوى له يو بل سره وپېژندل او بيا چې كله عامر خان خپلې لومړۍ مېرمنې ته طلاق وركړ دواړو له بل سره د واده پرېكړه وكړه، دوى د واده دا خبره له ميډيا پټه ساتلې وه. د عامر خان او كيرن راو نكاح د ډېرو ساده مراسمو په ترڅ كې وتړل شوه، يانې يوازې د دوى كورنيو په كې گډون درلود. اوس د اخبارونو او ټلوېزونونو خبريالان د عامر خان د كور پر شا وخوا ګرځي او په دې تمه دي، چې كله به د عامر خان او كيرن راو خبرې او تصويرونه تر لاسه كړي. ويل شوي دي چې راروانې درې ورځې به عامر خان او كيرن راو د هند په غرنۍ سيمه پنجګلي كې تېروي او هورې به دوى خلكو ته د واده ډوډۍ وركوي، په دې ډوډۍ كې به د باليووډ نور لوى_لوى ستوري هم گډون كوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کې دری ماين خښونکي وژل شوي", "output": "تيره ورځ ناوخته د خوست په شمالي صبرۍ ولسوا� �ۍ کې دری تنه ماين خښونکی په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي .د خوست د والی مرستيال طاهر خان صبری واېې چې دا بريد د ائتلافي ځواکونو له خوا په دولت ضد وسله والو تر سره شوی دی .په دې واټ چې ماين خښونکو پرې د ماين د ځای پر ځای کولو تکل درلود هره ورځ په زرگونو تنه تگ را تگ کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دوو ایټالیوي وگړو مړي په کابل کښي تر لاسه شول", "output": "جلالزی ( کابل ) دایټالیا د د بهرنیو چارو وزارت ومنله چه دا دوه اتباع یې چه له یوې مرستندویه ټولني سره یې کار کاوه له کابل نه تري تم شوي وو او د پنجشنبه په ورځ یې مړي تر لاسه شوي دي . ویل کیږي د مړو په بدن د وهلوټکولو نښي نه لیدل کیږي ایټالیوي چارواکي وایې چه د مړني علت به وروسته له هغه روښانه شي چه مړي ایتالیا ته د څیړنو په موخه واستول شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې په خوارو کورنيو ژمني توکي وويشل شول", "output": "دخوست دتڼيو په ولسوالۍ کې دافغان جرمن ياG T Z موسسي لخوا په ١٥٠ کورنيو باندي خوراکې اوژمني توکې وويشل شول په دغوتوکووکې چې کمپلې ،دسون لرګې ،جمپرونه ،وسلين ،بخاري اويو شمېر نورتوکې شاميل وه هري کورنۍ ته يوه بخاري ،٤٠ منه لرګې ،څلورجمپ� �ونه،څلورتختي کمپلي او يوکيلو وسلين ورکړل شول دخوست دتڼيو ولسوالۍ ولسوال بديع زمان صب� �ي بينواويب پاڼي ته وويل چې نوموړي توکې دوي په سېمه کې په سروي شويو بي وزله کورنيو باندي ديوټاکل � �وي هيت پروړاندي وويشلي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سريلانکا کې د چاودنې له امله 15 تنه ووژل شول", "output": "د د سريلانکا هيواد په سويل � �وېديځ سيلاني سيمه کې د سپرليو په يوه موټر کې بم وچاودېد چي له امله يې ١٥ تنه مړه او 40 نور ټپيان � �ول. د جمعې په ورځ هم په ورته سيمه کې د يوې چاودنې له امله 6 تنه ووژل شول. حکومت د ورته پېښو شک د تاميل پړانگانو باندي کوي خو پړانگانو تر اوسه د پيښې په اړه څه نه دي ويلې او د بېگناه کسانو وژل غندي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انګلستان: د دفاع وزارت د محرمو رازونو لپ تاپ ورک شوی", "output": "بریټانیا- ویست لندن - شاهپور احمدزی ایډیټ: میرویس جلالزی دانګلستان رسنیو نن روښانه کړه چې په لندن کښې ددفاع وزارت په ودانۍ کښې دپټو اطلاعاتو لرونکی یو لپ ټاپ کامپیوټر غلا شوی دی . دغه لپ ټاپ کامپیوټر دنومبر میاشتې په لومړیو کښې په هغه کښې دموجودو پټو دوسیو دکوډ دخلاصولو له کیلې سره یوځاې غلا شوی دی . دانګلستان دفاع وزارت یوه ویندوی وویل ددغه وزارت پولیس په دې موضوع دغور په حال کښې دي او په همدې دلیل نور اطلاعات نشو درکولای . دانګلستان دفاع وزارت وړاندې ویلي وو چې دروان میلادي کال په لومړیو پینځو میاشتو کښې ددغه وزارت ۲۸ لپ ټاپ کامپیوټر چې ځینې پټ اطلاعات پکښې وو ورک یا غلاشوي دي . دانګلستان دفاع وزارت ومنله چې په تیروڅلورو کلونو کښې ددغه وزارت ۶۵۸ لپ ټاپ کامپیوټرې غلا شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ربیع الاول اودميلادالنبي لړئ . (اوله برخه)", "output": "نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .امابعد: فأعوذبالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم .(وماارسلناک الارحمة � �لعالمين) وايضاً قال الله تعالي( انک ميت وانهم ميِّتون) وايضاً قال الله تعالی (لقد جاء کم رسول من انفسکم عزیز عليه ماعنتم حریص علیکم باالمومنین رءوف رحیم )محترمومسلمانانو! څرنګه چی دربیع الاول مبارکه میا شت رابره سویده اوپه دغه میاشت کښی داسلام پیغمبرامام الانبیاء رحمة للعالمین رسول حضرت محمدصلی الله علیه وسلم زیږیدلئ دئ اوپه همدغه میاشت کښی وفات سوئ دئ په همدغه مناسبت زه غواړم چي ومحترمو مسلمانانوته داسلام دپيغمبر دولادت اوله دنيا څخه دده مبارک درحلت اووفات بيان اوتفصيل په هغه ډول وکړم چي په شرعي لحاظ زيات مستند اومثبت وي اودمسلمانانو دزړونودپاره ډيرجالب اورقت وربخښونکئ وي اوهمدارنګه غواړم داس� �ام دپيغمبردميلاد اودو فات دورځي دلمانځني په باب واقعي اوسوچه شرعي معلومات عرض کړم اوپه دي اړه دافراط کونکو اودتفريط کونکو چهره څرګنده کړم . محترمو وروڼو!يوځل بيادرته ذکرکوم چي په دغه لړئ کښي به وتاسي محترموته څلورقسمه مطالب په تفصيل سره بيان کړه سي. اول داسلام دپيغمبر دولادت واقعه اودده مبارک دتولد په وخت کښي نااشنااونادره خارق العادته پيښي .دوهم دده مبا� �ک دوفات اوله دنيا څخه دده درحلت واقعه. دريم دده مبارک دولادت اودوفات دورځي دلمانځني شرعي ح کم اوپه دي اړه دافراط اودتفريط په باب شرعي حکم. اوڅلورم داسلام دپيغمبر دعظمت دشان په باب ځني بيخي نادراومثبت اوصحيح معلوماتونه .محترم وروڼه دي له دي څخه هم باخبره وي چي دغه بيانونه له ډيروعمده اومعتبروکتابوڅخه مأخوذدي لکه (البداية والنهاية ، سيرت ابن هشام ،تاريخ طب� �ي ، محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم [تاليف،محمدرضا، روضة الشهداء [للواعظ الکاشفي] ، سخاوي ، مدارج النبوة [للمحدث دهلوي ] ، الحاوي [للامام السيوطي] ،وغيره )له محترمو مسلمانانوڅخه هيله کوم چي دخپل محبوب پيغمبر په باره کښي دغه بيانونه په ډير غور سره مطالعه کړي اودشوق اوذوق اودمينی اومحبت اودجوش اوخروش په کتنه سره ددغو بيانو دخپل پيغمبر دولادت اودرحلت دورځي حق وراداء کړئ دااوله برخه تمهيدي بيان وو مقصودي بيانونه به انشاءالله پرلپسي ستاسي وحضورته تقديم کړه سي والسلام ومن الله التوفیق نوربیا........."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قتل صلیبونه", "output": "ستا د خومار بدن په خیال کې مې خمونه مچ کړلستا د سرو شون� �و تصور کې مې جامونه مچ کړل چې ستا د مینې له سروده نورې وچې شو� �ې هغو تودو شــونډو مې یاره انگارونه مچ کړل لکه بڅرکي د اور والوزي د باد په څپــــوهسې مې وینو ستا د ظلم نشترونه مچ کړل چې مې رایادې شــــــوې پخوا د محبت خبـــ� �ې دسېپارې په شان مې خدایږو ستا خطونه مچ کړل دزړه منصور چې مې سجدې وکړې داستا په لوريزخمي غرور یې په موسکو شونډو دارونه مچ کړل عیســـ� �ــــی دې وزغمل پر ځان ها د رقیب ټپونه په لمدو ستـــــــــرگو یې د قتل صلیبونه مچ کړل لامــع له غمه نن دېره په میکـدې شو گـرانې! له خود بېخوده یې په مینه سره او� �ونه مچ کړل ١٥ جون ٢٠٠٧واشنگټن ډي سی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستان: په حکومتي ودانیو بریدونه او په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول", "output": "میرویس جلالزی نن سهار د پاکستان د لاهور په ښار کې د وسله والو کسانو له خوا په دریو حکومتي ودانیو بریدونه شوې چې تر اوسه پکې د ۵ بریدکونکو په ګډ ون ۲۵ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل دي. برید کونکو د لاهور په ښار کې د پولیسو په یوه اکاډمۍ، د فدرالي تحقیقاتو په یوه مرکز او د ایلیت په نامه د پولیسو په یوه بل مرکز د سپکو ماشیندارونو او راکټ لانچرو بریدونه کړي دي. ځایې پولیس وایې چې د جګړې سیمې ته په سلګونو کومانډو سرتیري رسیدلي او د دې خبر تر خپریدو پوري په لاهور ښار کې د ډ زو غږونه تر غوږو کیږي. یوه ځایې پولیس د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط خبریالانو ته وویل چې په دغه برید کې د دریو ښځو په ګډون ۱۳ تنه ښکیل دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې پاتې برید کونکي له پښو وغورځوي. ځایې خلک وایې چې برید کو نکو یو شمیر پولیس اسیران کړي هم دي خو تر اوسه کومې خپلواکي سرچینې د دې ادعا پخلی نه دی کړی. دا په تیره یوه اونۍ کې په لاهور کې په حکومتي تاسیساتو باندي د خپل ډول دوهم برید دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولي کرزی:داوسني ليونتوب ختميدوته يوڅه په کاردي", "output": "د افغان ولسمشر حامد کرزي کشر و� �ور احمدولي کرزی واېې چې په کندهار ولايت کې د پيلو شيو بغاوتونو او خونړيو کړنو د ختميدو لپاره بايد يو څه و� �ي . د نوموړي دا څرگندوني وروسته تر هغه خپرې شوې چې د کاناډا ديپلوماتيکو کړيو تيره ورځ وويل چې په دې و� �ستيو ورځو کې په کندهار کې له سيميزو طالبانو سره له تخنيکي چينل او د کابل ادارې له لوري له ستراتيژيک چينل څ خه د خبرو اترو په برخه کې لومړني گامونه پورته شوي دي .احمد ولي کرزي د کاناډا مطبوعاتو ته وويل چې زه د کاناډا د دولت دې پريکړي ته سخت درناوی کوم .د کندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولی کرزي وويل:دا يو عاقلانه او پر ځای تصميم ده او په دې بايد غور وشي چې له چا سره او څنگه خبري وشي.نوموړي زياته کړه زه پوهيږي چې ډير داسي طالبان شته چې غواړي خپلو کورنو ته راشي خو هيڅ چا د هغوي ملاتړ ندی کړی او دا ليونتوب د دې ثبب شوی چې هغوي بی گناه انسانان لکه ښځي او ماشومان وژني په داسي حال کې چې هغوي له خپلو دې کړنو راضي ندي . په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملگروملتونو خاص استازي کې ايډي تيره ورځ په کاناډا کې وويل چې دی په رسمي ډول د طالبانو او کاناډايي مقاماتو تر منځ د جوړ جاړي په پروگرام ندی خبر .په ورته وخت کې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو قوماندان گويلورشاو په کابل کې د هغه هيواد سفير ښاغلی لالاني هم ويلي چې مونږ له طالبانو سره په خبرو اترو خبر نه يو .د يادوني وړ ده چې احمد ولی ک� �زي ويلي که چيرته کاناډايان له طالبانو سره د سولي پر سر خبري کوي نو دا اړينه ده چې د ناټو تړون د افغانستان د دولت اعتبار او رسوخ ته هم ځيان و نه رسوي . احمد ولي کرزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې د پاکستان قونسلگرۍ له طالبانو سره لاس لري", "output": "د افغانستان د ملی امنيت ادارې د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د پاکستان قونسلگرۍ په دې تورنه کړي چې د ادارې پر وینا له طالبانو سره م� �ستي کوي . ملی امنیت وايي دا خبره د ملارحمت الله په نامه د هغه طالب قوماندان د اعترافاتو پر اساس کوي چې د کندهار دمیوند ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د بریشنا کوټ په سیمه کې نیول شوی دی . ملارحمت الله د گڼو دینی عالم انو او قومي مشرانوپه وژلو او د نورو ترهگریزو عملیاتو په سمبالست تورن دی . د ملی امنیت اداره واېې چې د دې تور د سپینولو لپاره نور پوره شواهدهم په لاس کی لري .پاکستان چارواکو په دی اړه څه نه دي ویلي .ملی امنیت واېې م� �ارحمت الله ته د قونسلگرۍ یو چارواکی پیسي ورکړي وی چې پرې بریدونه ثمبال کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نیمروز : څلور پروژي گټي اخستني ته وسپار شوي", "output": "د ملي پيوستون پروگرام څلور ټول گټي پروژي پدي ورستيو کي د نيمروز په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .د دي ولايت د ملي پيوستون پ� �وگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدغو ټول گټو او پراختيايي پروژو کي د(١١٠٠) مترو په اوږدوالي دښاري برښنا غځول ، د دوه وو ترانسفارمرونو نصبول او د دوه ديزلي ژرندو جوړول شامل دي . يادي شوي پروژي دنيم� �وز ولايت په مرکز د چهاربرجک په ولسواليوکی د (٧٧٤٠٠٠) افغانيو په لگښت دکليو دبيارغوني اوپراختيا وزارت د م لي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس د کليوالو په ونډي بشپړي او د (٧٧) کورنيو د استفادي وړ وگرځيدي . د يادوني وړ ده چي دنيمروز په ولايت کي د ملي پيوستون پروگرام (١٧٠) پروژو کارجريان لري چي پدي نږدي وختو کي به گټي اخستني ته وسپارل شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "۳۰تنوپوليسوته دبندبيلابيلي سزاګاني واورول سوې", "output": "په لمړي ځل په هلمندولايت کي يوې نظامي محکمې دېرش تنو پوليسو ته ، چي د وسلوالو غلاو او اخلاقي فساد په تور نيول سوي وو،پرون د بند بېلابېلي سزاګاني واورول سوې. نيول سوي كسان د كندهار _ هرات پرلويه لار دهلمند ددوه لاري په سيمه کې ديوې امنيتي پوستې موظفين وو،چي د نورو امنيتي ځواکونو له خوا درې مياشتې مخکي د وسلوالو غلاو او اخلاقي فساد په تور نيول سوي وو . د پرونۍنظامي محکمې مشر بريدجنرال محمديوسف وويل: چي له دېرشو تنو څخه ۱۰ تنو ته د دولس كاله بند ، ۹تنو ته د ۷ كالوبند، يوتن ته د پنځو كالو او ۹کسانو ته ، چې عمرونه يي كم وو،د يو، يو كال دبند سزا واورول سوه . د هلمند د نظامي څارنوال په وينا، تورن كسان كولي سي ، چي استيناف ته مراجعه وكړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار: ناپیژداندو وسله والو یو مشهور خبریال وواژه", "output": "میرویس جلالزی وسله والو کسانو پرون ماښام شاوخوا اوه بجې د کندهار ښار د شهیدانو چوک ته څیرمه د کندهار هوټل مخې ته افغان خبریال جاوید احمد مشهور په جوجو په ډزو سره وواژه .۲۲ کلن جاوید احمد د کاناډا له سي ټلویزیوني چینل سره د خبریال په توګه په کندهار کې دنده لرله.امنیتی مامورینو وویل چې له ډزو وروسته چې دوي کله سیمي ته ورسیدل جوجو په خپله کرولا موټر کې په وینو کې لت پت پروت وو او برید کونکي له سیمي تښتیدلي ول.په جنوبي افغانستان کې د سویلي اسیا د خبریالانو د ټولني مشر فضل الرحمان وویل: (( دا برید د بیان په آزادۍ شوی او خبریالان او م طبوعات دغه کار په کله سره غندي، خبریالان د خلکو خدمت ګاران دي او د دغسې بي دفاع شخص ویشتل د افسوس ځای دی.ښاغل فضل الرحمان د جوجو د قاتلینو د موندلو غوښتنه وکړه. جاوید احمد د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر میاشتې په دوهمه د کندهار ولایت د ملي امنیت د ریاست له خوا په دې تور ونیول شو چې د طالبانو له لوړ پوړو قوماندانانو سره یې اړیکي ټینګي کړي وي او بیا امریکايي ځواکونو ته وسپارل شو.نوموړي په بګرام هوايي اډه کې د امریکایانو په زندان کې ۹ میاشتي تیري کړي او وروسته بیا آزاد شو خو دمګړۍ به هم وخت ناوخت په کندهار کې د امریکايي ځواکونو له خوا تحقیق ته ور بلل کیده.د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې دوي د دې پیښې په اړه هیڅ راز اطلاع نه لري. د کندهار ولایت خبریالانو د جوجو وژنه دوي ته د خطر یو بل زنګ په ګوتو کړ او په دولت یې غږ وکړ چې د دوي د ام نیت د خوندي توب لپاره ډیره څه وکړي. وژل شوی خبریال جاوید احمد هغه سیمه چې جاوید احمد پکې وژل شوی داسي انځوریږي. جاوید احمد د کندهار هوټل ته مخامخ، د ښځو چارو وزارت په دیرش مترۍ، د ملي امنیت ریاست په څلویښټ مترۍ یعني د ښار په زړه کې په داسي سیمه کې چې سخت امنیتي تدابیر یې نیول شوي وژل شوی دی. هغه سیمه چې پکې جاوید احمد په ډزو ویشتل شوی د کابل د پښتونستان له څلور لاري سره ورته بللای شو، هغه ځای چې له ټولو خواوو په دولتي ودانیو کې کلابند شوی وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کولمبيا د ١١ سياست والو وژل کېدل", "output": "د سره صليب نړيوالې کمېټې دهغو ١١ کولمبيايي سياست والو مړي چې د فارک اورپکو په بند کې وژل شوي و، له هغو څخه لاس ته راوړي او تېره ورځ يې د کولمبيا دولت ته وسپار� �. دغې ډلې د روان کال په جون کې اعلام وکړ چې دغه برمته شوي کسان د فارک پر ډلې د ناپېژندو وسله والو په يوه بريد کې وژل شوي دي. د کولمبيا وسله وال انقلابي ځواکونه چې د فارک په نامه يادېږي په ٢٠٠٢ کال کې د کولمبيا په لوېديځ کې پروت پر کالي ښار د يوه بريد په ترڅ کې دغه ١١ کسان برمته کړل. د دغه هېواد دولت وايي چې د هغو برمته شوو د ژغورنې لپاره يې هېڅ مرسته نه ده کړې. د کولمبيا دولت چارواکي وايي چې برمته شوي احتمالا د فارک پر ډلې د يوې بلې اورپکې � �لې د بريد په بهير کې وژل شوي دي. د فارک ډلې غوښتل چې هغه سياست وال د خپلې ډلې له يو شمېر غړو سره چې د کولمبيا دو� �ت په زندان کې دي تبادله کړي. د وينزويلا جمهور رئيس هوګو چاويز څو ځلي د کولمبيا د دولت او د فارک د کيڼ اړخې ډ� �ې ترمنځ د منځ غړيتوب په توګه عمل کړى و. نوموړي په دې اړه د کولمبيا له جمهور رئيس آلوارو اوريبه سره ليدنه کړې وه. کارپوهان وايي چې چاوېز د فارک اورپکو په منځ کې چې امريکا هغوى د مخدره توکو په قاچاق تورنوي ګرانښت لري. فا� �ک له څلورو لسيزو مخکې د کولمبيا د کمونيست ګوند د پوځي څانګې په توګه پيدا شوى او د کولمبيا له دولت جنګېدلى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست كې ماين اېښودونكى ونيول شو", "output": "دخوست والي ارسلاجمال وويل چې دغه ماين اېښودونكى ددې ولايت باك په ولسوالۍ كې دكلي خلكوپه لاسنيوي دولسوالۍ چارواكولخواهغه مهال له خپل ماين سره ونيول شوچې غوښتل يې دسيمې په جومات كې ماين ځاى پرځاى كړي . دماين اېښودونكي هويت تراوسه ندى مالوم خودامنيې قوماندانۍ چارواكووويل چې په اړه يې پلټنې روانې دي ،داپه داسې حال كې ده چې تېره ورځ هم دخوست ولايت دمنګسوپه سيمه كې يوځانمرګي هغه مهال خپل ځان والوزاوۀ چې دكلي خلكولخوا دهغې دويسارغونډۍ په سيمه كې ايساركړى ؤ ،له روژې مياشتې راهيسي دا دوولسم ځانمرګى بريد دى چې ترسره كيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "دا چې زړونو کښې تورتم دی دا د ټولو نه لوئي غم دی!! کۀ جذبه د لېونتوب وي نو منزل ته يؤ قدم دی حال د ژوند بس دومره ډېر دی چې حالاتو سره سم دی علامت د بربادۍ دی مونږ تراشلی چې صنم دی (ق) يؤ سړی چې هيڅ يې نۀ زده استاد هم دے، لارښود هم دی دا لا کوم وحشت راخور دی د هر چا سترګو کښې نم دی؟ (ق) د ښار ډېرې دروازې دي اؤ په هره يوه کښې غم دی! دا تاريخ ورانول ګران دي دا په زړونو کښې رقم دی د ژوند ډېرې تقاضې دي د انسان عُمر ډېر کم دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پلخمرى کې د بهرنۍ موسسې يو دفتر لوټ شو .", "output": "د بغلان ولايت پوليسودا خبره منلې چې د پلخمري په ښار کې د اغاخان د موسسى د وړو پورنو د يو بانک له دفتر څخه ٦٩ زره ډالره او يو ګرځنډه تلفون غلا شوى دى . پوليس وايې په دې اړوند يې پلټنې پيل کړى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان کرکیټ لوبډله د سینګاپور سیالۍ ته تیاری نیسي", "output": "میرویس جلالزی د افغانستان د کرکیټ ملي اتله لوبډله د یکشنبې په ورځ د سینګاپور لوبډلي سره سیالۍ ته ځان چمتو کوي.د کرکیټ د شل اوریز سیالیو د غوراوي پړاو ته زمونږ لوبډله پرون ورځ ناوخته د عربي متحده اماراتو دوبۍ ښار ته رسیدلي ده.د افغانستان ټیم به د لاندنې جدول پر اساس له خپلو رقیبانو سره لوبې کوي. یکشنبه: افغانستان له سینګاپور سره دوشنبه: افغانستان له هانکانګ سرهسه شنبه: افغانستان له متحده عربي اماراتو سره چهارشنبه: افغانستان له سعودي عربستان سره ویل کیږي چې د کرکیټ په دغه تورنمنت کې به افغانستان له خپلو سختو سیالانو عربي متحده اماراتو او هانک ګانک سره ډیري شدیدي لوبي وکړي او افغان ټیم له یادو دوو لوبډلو څخه څه نا څه خطر احساسوي. د افغانستان د کرکیټ لوبډلي غړو په دوبۍ کې په خپل اقامت ځای کې د بینوا ویب پاڼي له همکار سره د خبرو پر مهال وویل چې دوي له خپلو ټولو هیوادوالو غواړی چې د افغان لوبډلي د بریا لپاره د دعا لاسونه د لوی خدای دربار ته پورته کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامدکرزی: له القاعدې جلا طالبان په سیاسي بهیر کې منو", "output": "عزمت علي افغان ولسمشر د تل په څير یو ځل بیا د القاعدې ډلي څخه جلا طالبان په سیاسي بهیر کې ور ګډیدا ته ور بللي دي. حامد کرزي دغه بلنه په هغه مرکه کې مطرح کړې چې په دې ورستیو کې یې له یوې آلمانۍ ورځپاڼي سره لرله.ولسمشر کرزي وویل چې کله یو افغان ونیول شي او یوه هوايي پوځي مرکز ته بیول کیږي او حکومت هغه نه شي آزادولی، آیا دغه د افغانستان له حکوم تي نظام سره مرسته کوي او که زیان ورته رسوي؟. کله چې د شپې له خوا د یوه افغان پر کور یرغل وشي ماشومان، ښځي یې � �ه کور څخه بهر وایستل شي او پر سړو دننه ډزي وشي آیا دغه کار د امنیت د احساس د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي او یا دا چې د دې لامل کیږې چې هغوي د ډار او اندیښني احساس وکړي؟. ولسمشر کرزي وویل چې مونږ د دغه حالت د بدلون مطالبه کوو او هڅه کوو چې ملت ته دا ډاډ ورکړو چې حکومت یې ساتنه کولای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اندونیزیا: د زلزلې له کبله د زرګونو تنو د مړینې ویره", "output": "میرویس جلالزی د اندونیزیا هیواد د پډنګ ښار چارواکي وایې چې ښایې په زرګونو کسان دغلته د شوې زلزلې له امله مړه شوي وي. تیره ورځ د ریشتر په کچه اوه اعشاریه شپږ درجې زلزلې دغه ښار ولړزاوه. په دغه ښار کې ۹۰۰۰۰۰ کسان ژوند کوي. د ژغورني ډلي وایې چې دوي ویره لري چې ښایې د مړو شویو کسانو شمیر تر دې هم زیات وي دا ځکه چې د زلزلې له امله په زیات شمیر کورونه ویجاړ شوي او اوسیدونکي یې تر خاورو خزلو لاندي ګیر دي. د روغتیا وزیر ستي فدیلاح سوپاري وویل چې تر اوسه د ۲۲۰ کسانو د مړینې پخلی کولای شي دا ځکه چې جسدونه یې روغتونو ته انتقال شوي دي. د ژغورني مامورین د پډنګ ښار په ورانو ویجاړو کې د ګیر پاتي شویو کسانو لټون کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زخمي کابل يم", "output": "چاپه ګولو وويشتم چاپه توپو وويشتمڅوک مرور شو رانه په ډير خيرو وويشتم چا کړمه خرڅ په پردو زما غرور يي مات کړچا دښکلا په نامه په لوڅ تنو وويشتم زما نازولې ميندې نن دپنجاب کوڅو کېلاس کې کچکول ګرځوي په پيغورو وويشتم دا خوار او زار ولس مې ټول تری تم شو رانهد هر شيطان د لاسه په سره ګلو وويشتم څوک د غرور په شوق کې زماټټرنخه کړيڅوک د قدرت ليوني په ډير ناندرو وويشتم زما يتيمان اهونه پاس ترفلک پوری لاړدا زمانه مې وژني په نا کردو وويشتم لاخو تنکي ځوانان مې د مزدوری پسی ورکلاس کې پولې ګر ځوي په نا اميدو وويشتم ای در په درو خويندو لاسونه پورته کړۍ بيايو دخير سوال وکړۍ چې نن پردو ويشتم د غيرتو نو ځاله طلاې تاج مې په سرزه د شاهانو کور وم نن غر بتو وويشتتم خو شحالي نه پيژنم زه د ويرنو کور شو مدغه بیی وخت مر ګونه په جنازو وويشتم حفيظ د غم شيبو کې د سولې لعل غواړيد کوم خامار د خولې نه د لعل ارزو وويشتم زخمې کابل يم ګوره نو ردغم تاب نه لرمخدايه يو سوله غواړم لايق د عذاب نه لرم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داسلام په رڼا کی له خپلی بی بی سره ژوند", "output": "ګرانومسلمانانو! مخکی هم دی مطلب ته اشاره وشوه چه که اسلامی لارښوونی پوره عملی شی ژوند به مو له يوی مخی دخوشحالی اونيکمرغی څخه ډک وی .په اسلام کی له ميرمنوسره دښه سلوک کولو ذيات ټنګار شوی دی چه لاندی يی څو نمونی بيان شوی دی .ولی نن سبا چه ځنی کسان دخپلو ښځو سره بد چلن کوی دا د دوی خپله بی علمی يا په اسلام د نه عمل کولو دليل دی خو که خدای (ج) مه کړه د چا ښځه ښکاره بی ليری ته ملا وتړی نوددی لپاره هم بيا په اسلام کی دجزا اواصلاح لاری وجود لری چه په عملی کولوسره يی نور خلک هم ورڅخه عبرت اخلی .داچه بی ځايه هيلی بانی ورته لټوی او ګناه يی هم ښکاره نه وی د ځان نه يی ورته يو بی رحمه انسان جوړکړی وی او په يوه مظلوم انسان خپل ظالمانه تمرينات تر سره کوی . دغه ډير بد عمل د نومړی کس له ناپوهی ، ظلم ، او د خدای (ج) د دين پر وړاندی د بغاوت ترجمانی کوی اوبس . د اسلام د مقدس دين لارښوونه په � �اندی څو ټکو کی وګوری ! ۱ - دخپلی بی بی (ميرمنی ) سره ښه سلوک کول:قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی : َوعاَشِروهن بالمَعروفِ فَإِن كَرِهتموهنَّ فَعَسيأن تَكرَهو شَـــأًوُيَجعَ� �َ الله فِيهِ خَِراً كَثِراً (النسا سوره)اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وی نو کيدای شی چی يو شی ستا خوښ نه وی خو خدای ج په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وی .نويو انسان خوبه خامخا يوه خاليګاه لری که کومه ښځه په رنګ کی کمزوری وی نوشايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وی چه دخپل خاوند د دنيا اوآخرت نيکبختی وګرځی .حضرت محمد(ص) دحجة الوداع کی مس� �مانانو ته داسی وفرمايل خلکوواوری ! له ښځو سره ښه سلوک کوی ځکه هغوی له ستاسو سره دبنديانو په ډول دی هغوی سره دبد چلن هيڅ حق نلری .البته که تاسو د دوی نه کوم غلط حرکت وليدو نو بيا د سزا په ډول خپله بستره ورڅخه بيله کړی ،يا لږ لږ يی وهلی هم شی (مګر سخت وهل نه ) بيا که ستاسو خبره ومنی نو بيا ورته بی ځايه هلی بانی مه جوړوی .ګوری واوری ! که ستاسو پرښځو څه حقونه شته نو د هغوی پر تاسی هم څه حقونه شته پ� �هغوی دستاسوداحق دی چه ستاسو بستری به هغو خلکو ته نه غوړوی کوم چه ستاسو خوښ نه وی (کوموکسانوسره چه ستاسو نه لګی هغوی سره به تعلق نه ساتی ) .اوستاسوکورونو ته به داسی چا ته اجازه نه ورکوی چه راتګ يی ستاسو خوښ نه وی .او واوری ! دهغوی پرتاسی داحق دی چه په ښه سلوک کولو سره دهغوی خواراک او جامو برابرول دی . (رواه ترمزی عن عمرواحوص جشمی رض۲- د ميرمنی نفقه :ميرمنی ته دخوراک اوپوښاک برابرول د ميرمنی حق اوبايد دا حق په ښه نيت اداشی .پرميرمن يا نور اهل عيال احسان وانه چول شی چه زه تاسی ته روزی برابروم ، ستا روزی رسونکی هم خدای (ج) دی او داهل عيال دی هم خدای (ج) دی .حضرت محمد(ص) ترټولو غوره خرڅ د خپل اهل عيال ته خرڅ کول ښودلی دی او فرمايی : دِينَارُُ ُ اَنفَقتَه فِی سَبِيلِ اللهِ وَ دِينَارُُ ُ اَنفَقتَه فِی رَقَبَةٍ وَ دِينَارُُ ُ تَصَدَّقتَ بِه عَلی مِسكِين ٍ وَ دِينَارُُ ُ اَنفَقتَه عَلی اَه� �ِكَ اَعظَمُهَا اَجراً الَّذِ ي اَنفقتَه عَلی اَهلِكَ (رواه مسلم ).په پورته حديث شريف کی د خدای (ج) په لاره کی خرڅ ، دغلام دآزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ تر دغه دريو واړو خرڅ ونو څخه غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره ښودلی دی . ۳- له ميرمنی سره په زړه سوی او مهربانی ژوند وکړی :تر خپله وسه بايد د زړه سوی بخشش او عفوی لاره غوره شی ځکه ښځه دعقل او پوهی په اعتبار کمزوری ده نوبايد په صبر آرام او مهربانی دهغه د اصلاح کوښښ وشی .اودغه عاجز انسان ته د يوی يوازی شوی ميلمه په سترګه وکتل شی ځکه چه دغه بی بی له خپله کور بيله دخپلی مهربانه مور له غيږی څخه ستا کور ته راغلی ده نو ته هم ورته د خپلی مهربانی غيږ وپرانيږه قرآنکريم د التغابن په سورت هم دی هدف داسی اشاره کړی :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلاَدِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيم ٌ ژباړه : ای مؤمنانو! ستاسی ځنی ميرمنی او ځنی اولادونه ستاسی دوښمنان دی نو له هغوی ځانونه وساتی او که تاسی له عفوی ،بخشش او تيريدنی څخه کار واخلی ، نويقين ولری چی الله (ج) ډير مهربان او پوره رحم لرونکی دی . ۴- له خپلی بی بی سره د دنيا څوورځی ژوند په ښو اخلاقوتير کړی :دښواخلاق اصلی ډګر خپل کور دی ځکه ډير وخت سړی له خپلی ميرمنی سره تيروی . نويوڅوک چه پدی ډګر کی بريالی راووت نو يقيناْ چه يو د غوره اخلاقو لرونکی انسان به وی .پدی اړه داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) داسی فرمايی :اَكمَلُ المُؤم ِنِينَ اِيماَناً اَحسَنُهُم خُلُقاً وَخِياَرُكُم خِياركُم لِنسَآءِهِم (رواه ترمذي )دايمان په اعتبارسره ستاسوکښی کامل ايمان والا هغه څوک دی چه دهغه اخلاق اوخوی ښه وی اوتاسی کی بهترين اوغوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وی . د ښو اخلاقو د فضيلت په اړه بل حديث شريف لاندی بيان شوی دی : اِنَّ المُؤمِنَ � �َيُدرِكُ بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآءِمِ (ابوداود) مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکی نه ذياته درجه حاصلولی شی . ۵- د مسوليت درک کول او خپلی بی بی ته نيک تعليم او دينی ښوونه ورزده کول :هر څوک دخپلوماتحتو پروړاندی مسوليت لری خوڅوک د ملک په سطحه ،څوک د ولس ،څوک دکلی او څوک دخپل کور پروړاندی مسوليت لری اود خپلو ماتحتو په اړه به ورڅخه پوښتنه کيږی د نجات لاره دانه ده چه يواځی خپله عبادت کوه خو دميرمنی او اولاد په اړه کومه انديښنه نه لرل ، بلکی دهغه په اړه پوره مسوليت لری هم به خپله خدای (ج) عبادت کوی او هم به خپل اهل په عبادت کولو ټنګار کوی . الله (ج) په قرآنکريم پدی اړه داسی لارښونه کوی : ; &n; bsp; ; وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِر ْعَلَيْهَا ژباړه :اهل ته موپه لمانځه کولو امر کوی او خپله يی هم کوی خونور هم ډيرټکی شته ولی مهم يی دلته ذکر شول خدای (ج) د اس� �ام په رڼا کی ژوند کول را په برخه کړی .آمين يارب العلمين"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کې د سنلس شوار د څانګو د تړلو امر شوى دى", "output": "د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په ټول افغانستان کې د سنلس شورا د څانګو د تړلو امر شوى دى او په مرکز او ولايتونو کې به د دغه � �ورا څانګې چې د تارياکو د کر د قانوني کولو لپاره هلې ځلې کوي وتړل شي. د کورنيو چارو وزرات يوه لوړ پوړي چا� �واکي جنرال داود ويلي، چې څلور ورځې وړاندې د ملي شورا له پريکړې وروسته د دغه وزارت د مشرتابه له لوري ټولو ام نيتي چارواکو ته لارښوونه شوې، چي د دغه شورا څانګې وتړي. د سنلس شورا چې مرکز يې په لندن کې دى ټينګار کوي، چې د کوکنارو د بوټو څخه به د طبي درملو جوړولو په برخه کې کا ر واخيستل شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په وردکو ولایت کې هم دمارغانو والگی لیدل شوی.", "output": "دکرهڼې وزارت یوه چارواکي عزیز الله عثماني نن بینوا خبریال ته وویل چې دوی ته معلومه شوی چې دمارغانو والگی وردکو ولایت ته هم تللی خو ولې نوموړي زیات څه وه ویل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کلي طبیب", "output": "د کلي طبیب لیکوال: سمیع الله خالد سهاک ړستوني مې بړ وهلي وو او پښه می په بیل ایښی وه.غوښته می چی فشار پری راوړم تر څو په ځمکه کی ننوځی، چی کوم چا د شا لخوا په م لا ډب ډب کړم. شاته می و کتل، خپل ډیر نږدی ملګری می ولیږ څو کاله کیده چی هغه می نه وولیدلی. روغبر می ورسره وکړ او په غیږه کی می ونیو. هماغسی می چی په غیږ کی نیولی وو، په مخ می ښکل کړ. او ډیره په لیوالتیا می تری د ژوند د بدلونونو پوښتنه وکړه. دیر دنګر شوی وو. د لاسونو مفاصل می چی ورته ولیده پرسیدلی او سره اوښتی وو. چی تری پوښتنه می وکړه صحیح کار یی هم پری نشو کولای او نه یی ګوتی خوزولای شوای. له سهاره را پدیخوا می هیڅ هم نه وو خوړلی. او همدا وو چی د ډوډی د خوړلو لپاره د کور په لور رهی شوم او خپل ملګری می هم له ځانه سره یووړ. هغه هم چی داسی معلومیده زما له لیدو ډیر خوشحاله شوی وو او لیوالتیا یی درلوده چی غرمه له ما سره تیره کی ترڅو وخت پیدا کړو او له یو بل سره و غږیږو. ***** زما ملګری چی محمود نومیده د کابل د چهاردهی ځوان وو چی د بی کاری او غربت له امله څو کاله د مخه ایران ته تللی وو. دوه ماشومان یی درلوده چی دواړه جنوکی وی او وروسته له څو کلو تداوی نه هم خدای زوی په نصیب نه وو کړی. کور ته لا نه ووم رسیدلی چی بیا می د هغه غټ غټ او بی همته لاسونو ته فکر شو او بیا می تری و پوښتل چی په لاسونو یی څه شوی دی؟ هغه ویل دری کاله د مخه چی زه د ایران د بوشهر ولایت کی یوی لری پرتی سیمی ته د کار کوولو لپاره لاړم. دیر کار می وکړ او وروسته له کاره می چی کله لاسونه و مینځل اوبه ډیری سړی وی. یو ساعت وروسته له دی نه چی کله کوټی ته لاړم، لاسونو می درد شروع کړ او ورو ورو یی پرسوپ پیدا کړ. اول یو دوه ګوتی وی خو وروسته له یوی اونی نه یی ټول لاس ونیو... هیڅ پوه نه شوم چی څه پری وشول خو وروسته له هغی ورځی نه می، ښه ورځ ونه لیدله. ما چی د هغه ګوتی په لاس نیولی وی تری می وپوښته تداوی دی ونه کړه ولی نه ... ډیره زیاته هر څ ومره می چی تداوی وکړه، لاس می ښه نه شو. څوک وایی چی روماتیزم دی څوک وایی نه دی. هر څوک هر رقم خبری کوی. ما هم چی هر څومره تداوی وکړه، لاس می ښه نه شو. ټولی پیسی می لاړی. هر څه می چی درلودل له لاسه می لاړل، خو هیڅ فایده می تری ونه لیده. کار دی کولای شو؟ له مجبوریته به می یو او بل کار کاوو... خو صحیح کار به می نشو کولای. دومره کار می کاوه چی په پیسو یی ژوندی پاتی شم. کورته دی هم څه لیږل که نه نه څه شی می لیږلی وای... دومره می نه درلودل چی ځان پری بیرته کورته ورسوم نو له کور سره می څنګه مرسته کولای � �و. نو څه دی کوول چی دومره وخت پاتی شوی. له خلکو پوره وړی ووم که بیرته راغلی وای څه به می کړی وای... په وطن کی هم کار نشته. او پیسی می هم نه درلودی چی د پوړه وړو پیسی ورکړم... نو همدا وو چی هما لته پاتی شووم او هر څه ستونزی می وګالل تر څو د خلکو خبری وانه اورم. نو اوس ولی بیرته راغلی والله څه ووایم... خبره می حتی ګدایی ته رسیدلی وه... نو راته هیڅ نه وو پاتی او چا په آسانی کار هم نه � �اکاوو نو همدا وو چی یو قاچاقبر نه می و غوښته چی کورته می ورسوی هلته به یی پیسی ورکړم خو چی دلته یی ورسولم او له حاله می خبر شو نو ماته یی شپږ میاشتی وخت راکړ تر څو پیسی پیدا کړم. خو شپږ میاشتی هم پوره شوی او هیڅ شی می لاسته رانه وړ نو همدا وو چی له بل کس نه می پور کړی تر څو تا ته ځان ورسووم او تا نه یی پور کړم... که خدای صحت راکړ بیرته به یی درکړم که نه و می بخښه. ما چی نا ببره رانه پیسی غوښتل شوی وی حیران پاتی شووم چی څه وکړم خو بیا می هم له ځان سره تکل وکړ چی څه لرم دیری به یی محمود ته ورکړم. خو نه پوهیدم چی دی له ما څومره غواړی. زه به دومره لرم که نه. ***** موږ د ناروغتیا په هکله نور پوښتنی ونه کړی. او پریکړه می وکړه چی لاړشم او ډوډی چی تیاره وه راوړم. ډوډی مو وخوړه او وروسته له ډوډی نه کوټی ته لاړو چی وګورم بکس کی څومره پیسی لرم. ټول می وشمیری اتیا زره افغانی وی. ټولی می په جب کی کیښودی او بیرته میلمستون ته راغلم بیا مو په خبرو پیل وکړ. اول هغه د خپل له ژونده داسی شکایتونه پیل کړه. لاسونه می ډیر درد کوی... حتی کله � �وډی هم نه شم خوړلی. زموږ په کلی کی یو طبیب دی. ډیر سپین ږیری شوی هم دی. خو له ما او تا ډیر تکړه دی. دی ډیره ښه داویی جوړوی او هر چا ته یی چی دوا ورکړی ده نور يی شکایت ورک شوی دی. نو څنګه ده چی هغه سره هم وغږ یږو. هغه زما خبره و منله او دواړو حرکت وکړ. کله چی د سپین ږیری کورته ورسیدو دهغه د شتون مو و پوښتل زوی یی ویل چی کور کی دی. د څو دقیقو وروسته سپین ږیری راغی او له موږ سره یی روغبړ وکړ. لومړنی کار یی دا وو چی زما د ملګری لاس یی چی ولید لاسونه یی په لاس کی ونیول او وی ویل. څومره وخت کیږی ه� �ک په لیوالتیا ځواب ورکړ دری کاله وشول په خټو کی دی کار کاوو هو... ایران کی ووم سپین ږیری مخ زما په لور کړ او وی ویل څه دی کیږی اندیوال می دی ښه ښه کور ته ځی نه ماما... ما ویل که دوا ورته جوړه کی ښه ښه... جوړه به یی کم... خو اول کورته ځو. نه ماما په باغچه کی به کینو ښه زړه مو زه به کورته لاړ شم ا وتاسو ته به داو جوړه کم د څو دقیقو وروسته راغی او په یوه پلاستیکی کڅوره کی یی یو تور رنګ مرحم راوړ او هلک ته یی و� �کړل ما تر ی د پیسو پوښتنه وکړه خو هغه د پیسو د اخیستلو انکار وکړ. ما په لاس کی يو څو افغانی نیولی وی، خو هغه و نه منلی. او ډیر په قار شو. محمود دوا واخیسته، زما د تیلفون نمبر یی یادداشت کړ. ما یو څو روپی ورکړی او هغه می په خوشحالی رخصت کړ. څلور میاشتی له دی خبری تیری شوی خوله محمود نه می هیڅ وانه اوریدل. یوه شپه چی په کلک خوب کی ووم د تیلفون آواز واورید د ځواب تڼی می کیکاږله بلی می وویل او انتظار می و ایست چی څوک دی. له هغی خوا می یو آشنا اواز واورید زمری یی هو زمری یم ته څوک یی محمود یم له ایران نه می زنګ وهلی بیا ایران ته لاړی هو څه می کړی وای څنګه یی لاسونه دی څنګه دی؟ څنګه ایران ته ورسیدی؟ هو والله لاسونه می جوړ شوی دی. ډیر پوړه وړی ووم نو مجبور شوم چی بیا ایران ته لاړ شم. چی یو څه پیسی وګټم شکر دی هلکه غوږ ونیسه چی بیا لین قطع نه شی... ښه ده ووایه د یو نفر په لاس می د تا پور کړی پیسی لیږلی دی. دری څلور ورځی وروسته به درورسیږی. ورسره می یو شل زره افغانی د تاسو د کلی طبیب ته هم لیږلی دی... زما له خوا تری ډیره مننه وکړه او لاسونه یی مچ کړه ... زه اوس جوړ او روغ یم که څه نور مو هم پکار وی حتماً ما ته وواییله همدی خبری سره زموږ اړیکه وشلیدله او ما بیرته سترګی پتی کړی چه ویده شم خو د سهار تر آذانه پوری می سترګی پټی نه شوی. سمیع الله خالد سهاک د � �۳۸۷ کال اسد میاشت وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له افغانستان سره د المان د۴۲۰ مليونه يورو مرسته", "output": "د آلمان دولت په رسمي ډول اعلام کړی چې نن به د پاریس په غونډه کې له افغانستان سره د ۴۲۰ ملیونه یورو مرستې اعلام وکړي.د المان د بهرنیو چا� �ووزارت یو بیان وایې چې دا مرستي به د ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ کلونو تر منځ د افغانستان په بیاودانولو او پرمختیا و� �ګول شي.له افغانستان سره د آلمان د نویو مرستو اندازه په داسي حال کې څرګندیږي چې ټاکل شوي نن د پنج� �نبې په ورځ په پاریس کې د نړۍ د اتیاوو سترو ټولنو او هیوادونو د استازو په ګډون له افغانستان سره د مرستې نړیوال کنفرانس پرانیستل شي. افغان حکومت تمه لري چې په دې غونډه کې به له نړیوالو څخه څه باندې شل م� �یارده ډالر تر لاسه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محمد اصف ننګ د نوي چاپ شوي کتابونو لړلیک", "output": "۱ سپېڅلې پريښتې په دوزخي رول كې (د ښځو د سياسي، ديني او ټولنيز ژوند په اړه تر ټولو تازه تحليلونه، او مالومات. د موندلو ځاى، سبا ميوند كتابپلورنځى ۲ د سپتمبر (۱۱) په اړه رازونه او اسناد (په سترو لوبو كې د افغانستان موقعيت چيرته دى؟) د موندلو ځاى سبا ميوند كتابپلورنځى، پېښور ۳ د سركاتب كوڅه (د لنډو داستانونو ټولگه) د موندلو ځاى الازهر كتابپلورنځى، پېښور ۴ د افغانستان اقتصاد (د افغانستان په اقتصاد كې لوړې ژورې، چلنجونه او اميدونه) سبا ميوند كتابپلورنځى ۵ افغانه ښځه مدرنيت، اسلام او عنعنه (د تورې ارتجاع او بې جلبه ديموكراسۍ كشمكش) په دې كتاب كې د افغاني ښځي تاريخي پس منظر، فيمينيزم او افغانه ښځه، انجويزم او كلتور، د ښځي سياسي او فقهي مسائل ځاى پر ځاى شوي. د موندلو ځاى، سبا ميوند كتابپلورنځى، ناشر ميوند خپرندويه ټولنه چاپ ته تيار كتابونه: ۱ د بوش پټه دنيا(ژباړه) له عربي ژبي ځخه پښتو ته. د امريكا د سياسي نظام او همدارنگه د آل بوش په اړه تر ټولو دقيق او موثر معلومات، دا كتاب په بشپړه توګه ژباړه شوى خو د چاپ بسپنه يې راسره نشته. چا راته وعده كړې وه چې اوس شايد پرې پښيمانه وي. دغه كتاب ۴۰۰ مخونه لري او په روانه پښتو ژباړه شوي. په يقين سره وايم كه چا دغه كتاب نه وي لوستى نو د امريكا د سياسي جوړښت او د بوش د ډلې په اړه به يې معلومات بشپړ نه وي. ۲ ځان مرگي بريدونه، انتحار كه استشهاد (د عقلي جنون او سپيڅلو احساساتو قضيه) په دغه كتاب كې د نړۍ د ۴۰ سترو علماو فتوا كټ مټ رانقل شوي او بيا هره فتوا په ځانگړې توګه څېړل شوي. دغه كتاب چې تر اوسه يې ۲۲۰ مخونه بشپړ شوي، د جهاد، بغاوت، عقلي جنون، د جهاد فلسفه، حكومتدارى، سياسي جهاد، سيمه ييزه جاسوسي شبكې، بين المللى لاسونه، اخواني او تكفيري ډلې. د دين مذهبي تفسير، د معاصرې زمانې غوښتنې او...په لسهاو نور مهم سياسي، مذهبي، تحليلي او فلسفي پلټنې په كې رانغښتل شوي. دغه كتاب چې په حقيقت كې زما د يونيم كلنو تجربو، علمي پلټنو، څېړنو او د نړۍ د مهمو حوادثو په رڼا كې يو داسي زيار دى چې كيداى شي په دې اړه په خپل باب كې يو ښه كتاب وي. د دغه كتاب د چاپ لپاره د مالي ستونزي ترڅنګ يوه مهمه ستونزه دا ده چې ځينو دوستانو مشوره راكړه چې په اوس وخت كې يې چاپول، كيداى شي زما لپاره ښه عواقب ونلري. په نهايت كې ويلى شم چې دا كتاب نه د القاعدي لپاره دى او نه هم د نورو لپاره، كيداى شي هر خپلواك لوستونكي راسره ومني چې پدې كتاب كې د جهاد او قربانى فلسفه تر هغه ځه ډېره لوړه او مقدسه او درنه ده كومه چې په ((ځانمرگي بريدونو)) كې لټول كيږي. د ليكوال په باور ((...هغه قربانۍ چې د الله خوښيږي هغه محض د سر په وركول كې نه بلكې د بشريت د نجات لپاره د داسې يوې نړۍ لپاره جهاد كول دي چې پكې ټوله نړۍ حقيقي، دايمي او تلپاتي نيكمرغې او تعالي ته رسيږي..)) ۳ د افغانستان نيمگړۍ اقتصادي ستراتيژۍ، پدې كتاب كې د سترو څو مليتي كمپنيو، نړيوالو مافيايي غديو، د افغانستان د اقتصاد د ودې عوامل، ګلوبليزم، نړيوال بانك، اى ايم اف، ايشياترقياتي بانك، د ترياكو لوبه او... ډېر نور مطالب پراته دي. پدې كتاب كې د افغانستان بلكې د منځنۍ اسيا د ټولو هيوادونو لپاره يوه جامع پرمختيايي طرحه هم ده. ۴ نړيوال بانك او افغانستان، دا كتاب د نړيوال بانك په اړه بشپړ معلومات لري. دغه كتاب له انگريزى څخه پښتو او فارسي ته په يو وخت كې ژباړه شوي. د فارسي ژباړه بشپړه شوي او د پشتو ژباړې ۴۰% كار بشپړ شوى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۲۳)", "output": "مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟ د التمش لېکنه داېمان پلورنکوداستان درویشتمه ب� �خه پرلپسې.....(۶۴-۶۳)مسلمان به یواځې په نوم مسلمان پاته وي ، په هغوی کې به د صلیبیانو په څیر بې حیائې را پیداشي،او دهغوی تهذیب او تمدن به د صلیبیانو په رنګ کې و � �نګول شي(سلطان ایوبي) هغه نجلۍ چې له فلسطینه راغلې وه (۶-۳)*****(۶۲) سلطان ایوبي دخپل هیواد د پولو د ساتلو له پاره په هرې پولي ساتونکي درولي و ، د سوډان سره په نښتې پولې ئې هم د ګشتې پهرې انتظام کړې و د هغوی له ډلې څخه د درې دلګیو قشله دسوډان دعسکري مرکزونو او دمصر په پولو کې نژدې څلور پنځه میله دننه پرته وه . ددې عسکري قشلې خیمې داسې ښخې کړل شوې وې چې د توپانو څخه د خوندي کیدو خورا ډاډمن ځاې ګڼل کیده ، خو دې توپان دهغوی خیمې هم له بیخه نړولې وې ، تر څنګ ئې د آسونو او اوښانو سنبالول هم ستونزمن شوی و . کله چې توپان و درید نو سپاهیان اونورکارکونکي ټول د خیمو او نورو سامانونو په بی� �ته جوړولو کې و نښتل ، ددې درې واړو عسکري قشلو قومندان یو ترک نژادې احمد کمال نومیده ، هغه یو ښایسته شکله او تنومنده انسان و ، هغه هم د توپان د تم کیدو س� �ه یوځاې بیرون راووت او د ځناورو او د نورو سامانونو په لیدنه کتنه بوخت شو. اوس نو فضا هم د ګرد او خاورو څخه پاکه شوی وه ، یوسپاهي یوي لورې ته اشاره وکړه او ورته ئې وويل «قومندانه ! هغه اس او دهغې سپور خو زمونږ د ډلې څخه نه دي ؟»« مونږ لا تر اوسه پورې نجونې په فوځ کې نه دې را ګډې کړي» احمدکمال ځواب ورکړ « هغه خو نجلۍ ښکاري ، ويښتان ئې خواره واره دې ، چې د ورایه تر سترګو کیږی .»هغه د هماغه سپاهي سره یوځاې هغه لورې ته ورمنډې کړې ، یو آس ټیټ سر ډیر سوکه سوکه روان و ، کله چې هغې ته د ګیاه بوي په پوزې شو نو سمدستي د تبیلې په لور رهي شو، په اس باندې یوه نجلۍ داسې سپره وه چې دهغې مټې د آس د غاړې په اخوا دېخوا باندې غوځیدلې وی او نجلۍ پخپله مخې لورې ته د � �س په غاړه پرته وه ، د نجلۍ ويښتان خواره مخته را پریوتي و ، د احمد کمال تر ورسیدو پورې هغه آس د نورو اسونو تبیلې ته ستون شوی و او د ګیاه په خوړلو ئې پیل کړې و، احمد کمال د نجلۍ پښې د رکابونو څخه وويستې او دآسه ئې کوزه کړه او په خپلو لاسو کې ئې پورته کړه . سپاهي ته ئې وويل «ژوندۍ ده او فرنګۍ مالومیږي ، دهغې آس ته هم اوبه ورکړئ ،» هغه دا نجلۍ خپلې خیمې ته یوړه ، دنجلۍ ويښتان د شګو له لاسه یو له بله سره سلیښت شوی و. احمد کمال د هغې په خوله باندې اوبه ور وشیندلې اوبیا ئې په خوله کې د اوبو څاڅکي ور واچول .نجلۍ خپلې سترګې پرانستې ، څو لمحې ئې احمد کمال ته په حیرانتیا سره کتل ، اوناڅ اپه را پورته شوه او کیناستله ،د احمدکمال رنګ ئې تور وکوت او په انګلیسې ژبه ئې ترې و پوښتل ،« ایا زه په فلسطین کې یم ؟» احمد کمال ورته سر و خوځاوه او د هغې د پوهولو هڅه ئې وکړه چې هغه په دې ژبه نه پوهیږي ، نو نجلۍ په عربي ژبه بیا ترې و پو ښتل چې « ته څوک ئې ؟ او زه چې� �ې یم ؟ »«زه د اسلامي فوځ یو مامولي قومندان یم » احمد کمال ورته ځواب ورکړ .« او ته اوس په مصر کې ئې »د نجلۍ سترګې د اوښکو ډکې شوی او دومره وويریدله چې تا به ويل چې اوس به بیا بې هوشه کیږي . خو احمد کما ل ورته وويل « مه ويریږه ، خپل ځان کنترول کړه ،» هغه دهغې په سر باندې دشفقت او مهربانۍ لاس را ښکود او ورته ئې وويل « زه پوهیږم چې ته فرنګۍ ئې ، ته زما میلمنه ئې ، د ويریدو هیڅ علت نه شته . » هغه یو سپاهي را وباله او د نجلۍ له پاره ئې اوبه او خوراک را و غوښتل .نجلۍ ور ټوپ کړ او داوبو پیاله ئې پورته کړه او په ډیره بې صبرۍ سره ئې دهغې په څښلو پیل وکړ. احمد کمال دهغې د خولې څ خه پیاله لرې کړه او ورته ئې وويل « سوکه ، لمړې غذا وخوره او بیا اوبه و څښه ،» نجلۍ د غوښې یوه ټوټه راپورته کړه او بیا ئې په خوراک پیل وکړ او اوبه ئې پسې و څښلې ، نو په مخ کې ئې رڼا را پیدا شوه .احمد کمال هلته یو تشه خیمه ښخه کړې وه . چې هغه ترې د غسل د ځاې کار اخست ، هلته د اوبو کمښت نه و، دا خیمه ځاې د خرما دېوه ځنګل سره یوځاې و ، احمد کمال نجلۍ د خوراک څښاک وروسته دغسل خیمې ته ور ننويسته او پرده ئې و تړله، نجلۍ خو غسل وکړ خو ډیره ويریده ، ځکه چې هغه دخپل دښمن په پناه ځاې کې نښتې وه ،او هغه ددې دښمن څخه د ښه سلوک هیله نه درلوده ، هغه ته دکوچنیوالي څخه دا په ذهن کې ور کینول شوی و چې مسلمانان وحشي دي او د ښځو له پاره هغوی د څیرونکو حیواناتو په څیر دي . ددې ويرې تر څنګ پر هغې د حبشیانو ، د سترو څمڅارو او صحرائې شګلوړه توپان ويره هم پرته وه . دخپلو دوه م� �ګرو داسې ويرونکی مړینه چې د انسان ويښتان را ولاړوي ، هم ئې په ذهن کې را څرخیده . هغې د غسل کولو په وخت کې ډیره زیاته دا محسوسوله چې هغه د خپل داسې ناپاک وجود د مینځولو هڅه کوي چې ددنیا اوبه ئې نه شي پاکولې ، هغې دغه ټول حالات تر سترګو لاندې و نیول او مجبوراً ئې خپل ځان د حالاتو بهیر ته ورحواله کړ . احمد کمال و کتل چې د داسې ښایسته او زړه وړونکې صورت نجلۍ مامولې نجلۍ نه شې کیداې ، دمصر دې برخې ته داسې فرنګۍ نجلۍ څنګه را تلاې شي ؟ هغه د نجلۍ څخه و پوښتل نو نجلۍ ورته وويل چې هغه دقافلې څخه وروسته پاته او جدا شوی ده . په توپان کې ئې آس بې واکه شو ، خو احمدکمال دداسې ځواب څخه ډاډمن کیداې نه شو. هغه ترې درې څلور نورې پو ښتنې هم وکړې نو د نجلۍ شونډې په رپیدو شوی ، احمدکمال ورته وويلې که چېرې تا دا ويلې واې چې ته را تښتول شوې وې او توپان تا ته نجات درکړ نو شاید چې دا دلیل دې منل شوی واې ، تاته درواغ ويل هم نه درځي »په دې وخت کې هغه سپاهي چې د احمد کمال سره یوځاې و د خیمې پرده پورته کړه اويو کڅوړه او یوه مشکیزه ئې هغه ته ورحواله کړه ،او ويي ويل چې دا شیان د نجلۍ د آس د زین سره تړل شوی و . کله چې احمد کمال غوښتل داکڅوړه پرانځي نو نجلۍ وويریدله او په کڅوړې ئې لاس کیښود، دهغې د مخ رنګ بدل شو احمد کمال کڅوړه همغې ته ورکړه او ورته ئې وويل چې واخله او پخپله ئې پرانیزه .داسې مالومیده لکه د نجلۍ ژبه چې بنده شوې وې، هغې د کوچنیانو په څیر کڅوړه شاته کړه خو احمد کمال ورته وويل چې داسې خو نه شي کیداې چې زه تاته ووایم چې ځه او ددې ځاېه ولاړه شه ، زه هیڅ حق نه لرم چې تا تم کړم خو یوه داسې نجلۍ چې د ابادېو څخه ل� �ې په یواځې ځان په آس سپره د بې هوشۍ په حال کې و موندل شي نوبیا خو هغه زه یواځې نه شم پریښولاې ، دا زما انساني دنده ده ، ماته خپل ځاې را وښایه، زه به تا د خپلو سپاهیانو په ساتنه کې هلته خوندي و استوم . او که ځاې دې نه را ښئې ،نو بیا تا د شکمنې نجلۍ په توګه خپل مرکز قاهرې ته استوم ځکه ته نه مصري ئې او نه سوډاني .دنجلۍ د سترګو اوښکې را رواني شوی هغه چې دکومو مصیبتونوڅخه راخلاصه شوی وه نو دهغې ويره او دهشت لا تر اوسه پر هغې باندې حاکم و، هغه کڅوړه د احمد کمال مخی ته ور واچوله، احمد کمال چې پرانسته نو په هغې کې څه خرما او څه نور واړه او غټ شیان پراته و ، او یوه کڅوړه په کې هم وه چې د طلااو سرو زرو سکّې او د طلا یو کوچنې زنځیر د یوه صلیب سره یو ځاې پراته و. احمدکمال ددې څخه همدومره و پو هیده چې نجلۍ عیسوي ده ، هغه ته غالباً چې مالومه نه وه چې هر هغه صلیبې چې د مسلمانانوپر خلاف په عیسائې لښکر کې شاملیږي نو هغوی په یوه صلیب باندې سوګند یادوی او یو کوچنې شانته صلیب د تل له پاره له ځانه سره ګرځوي ، خو احمد کمال ورته وويل چې زما د پو ښتنو ځواب په دې کڅوړه کې نه و . خو په رجب باندې افت نازلیدونکې و. دهغه څخه حبشیانو همدا یوه پوښتنه بیا بیا کوله ، چې نجونې چېرې دي ؟ اوهغه به قسمونه خوړل چې هغه ته دهغوی په هکله هیڅ مالومات نه شته ، حبشیانو ورته اذیت ورکول پیل کړي و، د توري په څوکو ئې دهغه وجود زخمي کړې و اوخپلې پو ښتنې به ئې ترې بیا بیا تکرارولې ، حبشیانو دهغه ملګري هم د ونو د تنو پورې تړلي و او دهغوی سره ئې هم همداسې ظالمانه سلوک کاوه ، رجب ته خدای د خپل قوم ، خپل ولس اوخپل هیواد سره د غدارۍ سزا ورکوله ، هغوی ئې د شپې له مخې هم نه پرانستل .نور نو دهغوی جسم ونه سره را وخوړیدل. «که زه دا ټول سره زر تاته درکړم نو بیا به زما سره م� �سته وکړې ؟» نجلۍ ترې و پوښتل .«څنګه مرسته ؟»« ما فلسطین ته ورسوه » نجلۍ ترې و غوښتل « او له ماڅ خه نوره پوښتنه مه کوه »« تر فلسطینه پورې به دې هم ورسوم او پو ښتنه به هم کوم »« که چېرې له ماڅخه هیڅ شې پټ نه کړې نو دهغې به ځانته انعام درکړم ،»« هغه څه دي ؟»«� �س به تا ته درکړم » نجلۍ ځواب ورکړ .« او تر درې ورځو پورې ما خپله وينځه وګڼه »احمدکمال پخوا هیڅکله هم په لاسو کې دومره زیات سره زر نه و پورته کړي ، او نه ئې داسې حیرانونکی ښایست او صورت تر سترګو شوی و ، هغه خپلې مخې ته ځلیدونکې طلاو کتل او بیا ئې د نجلۍ د وریښمو په څ یر ويښتانو ته وکتل چې د سرو زرو د تارونو په څیر ځلیدل بیا ئې دهغې سترګو ته وکتل ، چې یو طلسم اتي څرک په کې و، داسې څرک چې پادشاهان ئې یو د بله سره دښمنان ګرځول ، هغه یوتوانمند ځوان او قومندان و ،اودهغو ټولو دلګیو قومندان و چې په پوله باندې ئې پهره کوله ، دهغه څخه دپوښتنې ګرويزنی هیڅوک نه و ، خوهغه داټولې طلاې سکې اوصلیب په کڅوړه کې ور واچول اوکڅوړه ئې د نجلۍ په لاسو کې ورکړ ه ،«ولې ؟» نجلۍ ترې و پو ښتل « ایا د ا قیمت ډیر کم دې ؟»« ډیر کم » احمد کمال ورته وويل « د ایمان قیمت د خدایه پرته بل څوک نه شي ورکولاې » نجلۍ غوښتل څه ووائې خو احمد کمال هغه خبرو ته پرې نښوده ، او ورته ئې وويل « زه خپل فرض او خپل ایمان نه شم پلورلاې، نن ټول مصر زما په ډاډ باندې په ډاډمن خوب ويده دې ، درې میاشتې وشوی چې سوډانيانو په مصر باندې د یرغل کولو هڅې کړې وی ، که چېرې زه دلته نه واې او یا ما دهغوی په لاسو خپل ایمان پلورلې واې نو دا لښکر به قاهرې ته ورننوتې و او ډیره تباهي به ئې کړې وه ، خو ته ماته د هغې لښکر څخه ډیره خطرناکه ښکارېږې ، ایا ته جاسوسه نه ئې ؟»«نه هیڅکله !» « ته همدومره ووایه چې ته دې توپان دکوم ظالم له لاسه خلاصه کړې ئې او یا ته د توپان څخه څنګه خوندي را وتلي ئې ؟» نجلۍ ډیر بې معنا غوندې ځواب ورکړ ،نو احمد کمال ورته وويل « ماته اوس ستا په هکله ددې مالوماتو کومه اړتیا هم نه � �ته چې ته څوک ئې او د کومه ځاېه راغلې ئې ، زه به سبا سهار تا د قاهرې په لور واستوم ، هلته زمونږ د جاسوسۍ یوه محکمه ده ، هغه پو هیږی او ته پوهیږې . ما به خپله دنده اداء کړي وي»« که چېرې اجازه وي نو زه اوس ارام کولې شم »نجلۍ ورته وويل و « سهار چې ما د قاهرې په لور استوی نوشاید چې زه ستا د پوښتنو ځواب ووایم »نجلۍ تیره ټوله شپه بیداره تیره کړې وه او د ورځې ئې هم داسې ويرونکې سفر کړې و چې د څملاستو سره سم بیده شوه . احمدکمال وکت� � چې هغه په خوب کې بړ بړیږې او په نا ارامۍ سره خپل سر اخواد یخوا وهي ، داسې ترې را څ� �ګندېده چې په خوب کې ژاړي . احمد کمال خپلو ملګرو ته وويل چې یوه فرنګي نجلۍ مو نیولې او سبا سهار به ئې قاهرې ته استوم ، د هغه ملګري دهغه د کړچار سره بلد و. هیچا هم داسې کوم شک نه شو کولې چې هغه دا نجلۍ د بدنیتۍ په خاطر په خیمه کې له ځانه سره اچولې ده . کله چې هغه د نجلۍ آس وکوت نو حیران پاته شو چې آس ئې د اعلې نسل څخه دې ، اوکله ئې چې دهغه زین و کوت نو بیا خو شک له منځه ولاړ ، د زین لاندې د مصر د فوځ نښه وه .دا آس د احمد کمال د فوځ خپل آس مالومیده .حبشیانو د توپان له کبله د نجونو تعاقب پرې ایښې و ، هغوی بیرته ژوندي ستانه شوي و، پروهټ هم پریکړه اعلان کړې وه چې نجونې په توپان کې له منځه تللې دي ، په دې خاطر دهغوی پسې څوک استول بیکاره دي ، وخت هم ډیر تیر شوی و خو په رجب باندې افت ناز� �یدونکې و. دهغه څخه حبشیانو همدا یوه پوښتنه بیا بیا کوله ، چې نجونې چېرې دي ؟ اوهغه به قسم ونه خوړل چې هغه ته دهغوی په هکله هیڅ مالومات نه شته ، حبشیانو ورته اذیت ورکول پیل کړي و، د توري په څوکو ئې دهغه وجود زخمي کړې و اوخپلې پو ښتنې به ئې ترې بیا بیا تکرارولې ، حبشیانو دهغه ملګري هم د ونو د تنو پورې تړلي و او دهغوی سره ئې هم همداسې ظالمانه سلوک کاوه ، رجب ته خدای د خپل قوم ، خپل ولس اوخپل هیواد سره د غدارۍ سزا ورکوله ، هغوی ئې د شپې له مخې هم نه پرانستل .نور نو دهغوی جسمونه سره را وخوړیدل.نجلۍ د احمد کمال په خیمه کې ويده شوی وه، هغه د لمر د را ختلو تر مخه یوځل راپورته شوی وه ، احم دکمال ورته خواړه ورکړل او دهغې وروسته بیرته په درانه خوب ويده شوه ، دهغې څخه دوه درې قدمه لرې احمد کمال ويده و. شپه تیریدله ، په خیمې کې ډیوه بلیده ، ناڅاپه نجلۍ چېغې کړې ، د احمد کمال سترګې و غوړیدې و ئې کتل چې نجلۍ ناسته ده او جسم ئې لړزیږي ، ويریدلې ده ، احمد کمال ور نژدې شو ، نجلۍ ډیر ژر د هغه سره ځان ور یو ځاې کړ اوپه ژړا کې ئې ورته وويلې « دهغوی څخه مې و ساته ، دوی غواړې ما سترو څمڅارو ته ور واچوي ، او زما سر له تنې پرې کړي .»«څوک ؟»« هغه و حشي حبشیان » نجلۍ په ويریدونکې لهجې سره وويل ، « هغوی دلته راغلي و » احمدکمال ته د حبشیانو د قربانۍ په اړه مالومات و ، هغه ته � �ک را پیدا شو چې شونې وه چې دا نجلۍ ئې د قربانۍ له پاره هلته بوتلله ، هغه د نجلۍ څخه و پوښت� � نو نجلۍ خپل لاس د احمد کمال په غاړه کې ور واچاوه ،او ورته ئې وويل « ما مه پوښته ، یو خوب مې کوت » خو احمد کمال ورته کتل چې هغه ډیره زیاته ويریدلې مالومیده ، هغه ورته تس� �ي ورکړه ،او ډاډ ئې ورکړ چې دلته به دهغې د وړلو له پاره هیڅوک نه راځي . نجلۍ ورته وويل « چې زه نه شوم ويده کیداې ، ته زما سره خبرې نه کوی ، زه یواځې ويښه نه شم کیناستې ، زه لیونۍ کیږم »احمد کمال ورته وويل « زه به له تاسره ويښ پاته شم ،» هغه د نجلۍ په سر لاس را ښکود او ورته ئې وويل « تر هغې چې دلته له مونږ سره ئې نو تا ته به د ويریدو احساس هم ونه شي ،» هغه خپله دا خبره په عملي توګه هم ثابته کړه ، هغه د نجلۍ څخه د حبشیانو په اړه او یا په همدې را بطه هیڅ خبره و نه پو ښتله، هغې ته ئې د ترکیې او مصر قصې کولې ، نجلۍ د هغې تر څنک ناسته وه ،د احمد کمال لهجه ډیره خوږه وه ، هغه د نجلۍ ويره لرې کړه اونجلۍ یو ځل بیا ويده شوه .کله چې د نجلۍ سترګې پرانستل شوی نوسهار راختلې و ، وئې کتل چې احمد په لمانځه ولاړ دې هغې هغه همداسې کوت ، کله چې احمد کمال د دعاو له پاره � �اسونه پورته کړل او سترګې ئې و تړلې نو نجلۍ د هغې به مخ باندې سترګې و ر و نښلولې ، کله چې احمد کمال ددعا څخه فارغ شو نو نجلۍ ترې و پو ښتل « تا له خدایه څه و غوښتل ؟»«د بدېو په مقابله کې همت او توان !»احمد کمال ځواب ورکړ . «تا د خدای څخه کله هم سره زر او ښکلې ښځه هم غوښتې دي»«دا دواړه شیان ماته خدای د غوښتو پرته را په برخه کړي دي .»احمد کمال ځواب ورکړ .« خو زما پر هغوی باندې هیڅ حق نه شته ، شاید چې خدای به زما څخه امتحان اخستل غوښتل .»«ایا تا ته داډاډ در په برخه شوی چې خدای به تاته د بدۍ په مقابله کې همت او توان درکړي ؟»« ایا تا و نه کتل ؟» احمدکمال ځواب ورکړ « ستا سرو زرو او ستا ښایست زه دخپلې لار ې څخه بې لارې نه کړای شوم، دا زما خپله هڅه او دخداې له خوا همت او توان دې چې ماته ئې راپه برخه کړ .»« ایا خدای ګناهونه بښي ؟ » نجلۍ ترې و پوښتل .هو ! زمونږ خدای ګناهونه بښي ،» احمد کم ال ځواب ورکړ ، « خو شرط دادې چې بیا به ګنا ه نه کوي ،»نجلۍ سر ټیټ کړ ، کله چې احمد کمال دهغې سلګۍ واوریدې نو دهغې مخ ئې را پورته کړ وئې کتل چې هغه ژاړي ، نجلۍ د احمد کمال لاس و نیوه ، او هغه ئې څو څو ځله ښکل کړ خو احمد کمال ترې خپل لاس را ښکود ، نجلۍ ورته وويلې ،«نن به مونږ جدا کیږو ، ته ما قاهرې ته لیږدوی ، زه به اوس ازادېږم نه ، زما زړه ما مجبوروي چې تاته ووایم چې زه څوک یم او له کومه ځاېه را لیږل شوی یم، بیا به زه تا ته ووایم چې اوس زه څوک یم . ؟»« زمونږ د تللو وخت راغلې » احمد کمال ورته وويل « زه پخپله له تاس� �ه هلته ځم . زه دومره نازکه او خطرناکه دنده بل چاته نه شم سپارلې »« ایا نه غواړې چې واو� �ې زه څوک یم او له کومه ځاېه راغلې یم ؟»«پورته شه » احمد کمال ورته وويل « دا اوریدل زما کار نه دې » او هغه د خیمې څخه بیرون را ووت.*****(۶۳)لږه شیبه و� �وسته شپږ آسونه د قاهرې په لور روان شول ، په یوه احمد کمال سپور و او دهغې پسې په بل آس باندې نجلۍ سپره وه ، او دهغوی پسې د ساتونکو څلور اسونه یو د بل تر څنګ روان وو ددې ټو� �و تر شا په یوه اوښ باندې د دې شپږو کسانو خوراک څښاک او د سفر نور اړوند سام انونه بار کړل شوي و . تر قاهرې پورې لږو زیات شپږدېرش ساعته سفر و ، نجلۍ دوه ځلې هڅه وکړه چې خپل آس د هغه د اس سره یوځاې کړي ، خو دواړه ځلې احمد کمال ورته ووي� � چې خپل آس وروسته د ساتونکو د ډلې سره یو ځاې کړه . ددې سفر په دوران کې ددې پرته هغه د نجلۍ سره بله خبره هم و نه کړه . د لمر د لويدلو وروسته احمد کمال دپړاو � �ه پاره قافله تم کړه .احمد کمال د شپې یو ځل بیا نجلۍ ته په خپله خیمه کې ځاې ورکړ خو رڼا ئې روښانه پریښوده ، هغه په خواږه خوب ويده شوی و ، کله ئې چې سترګې خلاصې شوی نو چا ئې په تندې لاس را کشاوه ، هغه نجلۍ د خپل ځان تر خوا و کتله ، د نجلۍ لاس دهغه په تندې باندې و، احمد کمال په ډیره تیزۍ سره را پورته شو او کیناست ، وئې کتل چې د نجلۍ د سترګو څخه اوښکې را روانې دي ، هغه د احمد کمال لاس په خپلو دواړو لاسو کې و نیو او ښکل ئې کړ او د کوچنیانو په څیر په ډکه خوله په ژړا پیل وکړ . احمدکمال ورته کتل ، نج� �ۍخپلې اوښکې وچې کړې او وئې ويل « زه ستا دښمنه یم، ستاسې هیواد ته د څارکښۍ له پاره او ستاسې د لوړ پوړو حاکمانو په خپلو منځو کې د جنګولو او د صلاح الدېن ایوبي د وژلو دپلان س� �ه د فلسطین نه دلته راغلې یم، خو اوس زما د زړه څخه دښمنی وتلې ده ،»«دا ولې ؟» اح مد کمال ترې و پوښتل « ته خو ډیره بې زړه نجلۍ و ختې ، ته دخپل قوم او ولس سره غداري کوي ،تاسو خو چې را ځوړند هم شئ وائې چې په صلیب باندې ځاریږو !»«ددې علت واوره » هغې ورته وويلې « ته لمړۍ نارینه ئې چې زما ښایست او زما ځوانې دې د کرکې وړ شې و ګاڼه او هیسته ته دې پریښود..... او که نه څه خپل او څه پردي ، ټولو زه یوه د لوبو نانځکه ګڼلم ، او ما هم د ژوندان هدف همدا شیان ګڼل چې د نارینه و سره لوبې کول هغوی ته دوکه ورکول او خپل عیش کول ، زما روزنه هم دهمدې هدف له پاره چې تاسې ورته بې ح یائې اوفحاشي وائې شوی وه . خود ا بې حیائې زما له پاره یو هنر دې ، یوه وسله ده ، زه په دې نه پوهیږم چې مذهب څه شې دې ، او یا داچې دخدای احکام څه دي؟ یواځې د صلیب په هکله ماته د کوچنیوالي څخه دا په ذهن کې کینول شوي و چې دا دخدای له اړخه ورکړل شوی نښه ده اودا چې دا د عیسایت د عظمت علامه ده ، او دا چې عیسایت په ټوله نړۍ د حکومت کولو حق لري ، او دا چې مسلمانان د صلیب دښمنان دي که چېرې ژوندي پاته کیدل وي نو دصلیب په قدمونوکې ژوند تیر کړئ ،..... ما دغه څو خبرې د مذهب بنسټیز اصول ګڼل ، ماته د مسلمانانو د جرړو او ریښو د پرې کولو روزنه راکړل شوی وه او هغه مې هم خپله مذهبي دنده ګڼله ،.....«ایا ته خپل یو سالار (رجب) پیژنې ؟ » نجلۍ ترې و پوښتل ،«هغه د خلیفه د ساتونکې ډلې سالار و » احمدکم ال ورته وويل « هغه هم د سوډانيانو په برید او سازش کې شریک و ،»«اوس چېرې دې ؟» ما� �ومه نه ده » احمد کمال ورته وويل « ماته یواځې دا حکم شوی دې چې رجب د فوځ تښتیدلې عسکر دې ، هر چېرې چې تر سترګو شي هغه و نیسئ او که و تښتی نو په غشو ئې وولئ او وئې وژنئ ،»«زه به درته ووایم چې هغه چېرې دې ؟» نجلۍ ورته وويلې « هغه په سوډان کې د حبشیانو سره دې ، هلته یوه ډیره شیرازه ځمکه ده ، هلته حبشیان نجونې د دېوتاګانو تر مخه قرباني کوي ، � �جب اوس هملته دې ، زه پوهیږم چې هغه د فوځ یو تښتیدلې افسر دې ، مونږ درې نجونې دهغه سره یوځاې دفلسطین څخه را غلي وو.»«هغه پاته دوه چېرې دي ؟»نجلۍ یو سوړ اسوي� �ې وکړ او وئې ويل « هغوی مړې شوی دي ، د همغوي مړینې زه بدله کړې یم ،»نجلۍ احمد کم ال ته یوه اوږده قصه واوروله ، او دا ئې ورته وويل چې څه ډول د فلسطین څخه د رجب سره یوځاې راغلی وه ، څه ډول حبشیانو دهغوی څخه ددوه نجونو د داخستلو او هغوی د دېوتا تر مخه د قرباني کولو له پاره په زور اخستل غوښتل ، رجب هغوی و نه شوی ساتلاې ، بیا څه ډول دهغه ځاېه را وتښتیدې اوبیا په لار ه کې هغه دوه نورې څه ډول د توپان قرباني شوی اوبیا ئې ورته وويل « ما خپل ځان یو شهزادګۍ ګڼله ، ما دپادشاهانو په زړونو حکمراني کړې ده ، خو هیڅکله مې هم دا فکر نه و کړی چې خدای هم شته او مړینه هم . زه ئې په ګناهونو کې ډوبه کړې وم ، او زه هم همداسې په کې ور غرقیدم ، هغه ډوبیدل هم ډیر دخونده ډک و. خو ماته هغه سترې څمڅا� �ی را و ښول شوی چې دهغوی تر مخه د حلالو کړل شوو نجونو جسمونه ور اچول کیدل ، دا سترې څمڅاری اوس د اوبو په څنډه ويدې پرتې وې ، دهغوی د ويرونکو جسمونو په کتلو زما وجود و لړزید . هغوی زما دغه جسم چې د پادشاهانو سرونه ئې ځانته ښکته کړي و، دهغې سترو څمڅارو د خوراک له پاره ورغورځاوه ، کله چې ما هغه تور ، بدشکله، حبشیان وکتل چې زم ا د جسم څخه زما د سر دپرې کولو له پاره راغلي و نو د مرګ د وزرونو پړکار زما تر غوږ و کیده ، زما د وجود هر رګ را بیداریده ، زما له وجوده ماته وويل شوه ، د خپل ښایست او زړه وړونکې شکل اوصورت دا حال دې اوس ووينه ،... مونږ خپل سرونه په لاس کې نیولي و او دکو� �ه وتلي و، مونږ ئې په دې خاطر د رجب سره یوځاې د فلسطین څخه هلته ور واستولو چې دا شخص به زمونږ ساتنه کوي خوهغه هم ما ته لاس واچاوه .....« مونږ دهغه ځاېه را و تښتیدو ، په توپان کې اسونه خپلواکه شول ، او و تښتیدل ، مونږ په صحرا کې کوم پناه ځاې نه شو موندلاې ، مونږ د توپان او آسونو په رحم وکرم پورې تړلی و. لمړۍ یوه نجلۍ و غورزیده ، ما و کتله چې هغه د اس � �اندې شوه ، بیا دویمه نجلۍ د آس څخه را پریوته خو په رکاب کې ئې د پښې د نښتولو په اساس ، آس نژدې دوه دوه نیم میلو پورې له ځانه سره کشوله ، دهغې چېغې زما زړه سره شکوي ، زه اوس هم د هغې چېغې اورم ، او تر هغې چې ژوندۍ اوسم دهغې چېغې به زما پر غوږو کې وي ، اوبیا هغه نجلۍ لا� � و ګرځید. زما آس هم دهغې سره یوځاې را ځغلیده ، خو زما په واک کې نه و. خو د هغې نجلۍ لا� � دهغې د اس سره یوځاې له مانه وروسته پاته شول ، زه اوس یواځې وم ، ماته خدای دهغه دوه نجونو د له منځه وړلو په واسطه و ښوول چې زما انجام به څه ډول وي ، هغوی زما څخه هم ډیرې ښایسته او چالاکه وي ، په هغوی کې د ښایست غرور هم و ، هغوی هم پادشاهان په خپلو ګوتو نڅ ول، خو په داسې ويریدونکې مرګ له منځه ولاړې چې څوک پرې خبر هم نه شول . اوس هغوی د شګو په نوم ورکي قبرونو کې ښخې شوی دي . زه ځانته پاته شوی یم د توپان غرار زما له پاره د مرګ خندا و ګرځیده ، ما دخپل سر د پاسه ، مخته ، شاته ، ښي او کیڼ لورې ته ، دبد روحو ، پیریانو او نورو بلاګانو خنداګانې اوریدې ، زه هسې بې عقله او ناپوهه نجلۍ نه یم ، زما دماغ روښانه دې خو زه پوه شوم چې خدای ماته زما د ګناهونو سزا � �اکوي ، داسې ويرونکی مرګ او داسې تباه کونکې توپان ، چې تاسې به هم لیدلې وي ، ماته خدای را په یاد شو ، ما خپل خدای په لوړ اواز را وباله ، اوپه ژړا ژړا مې ترې دخپلو ګناهونو بښنه و غوښته ، اوبیا زه بې هوشه شوم....« اوکله چې بیداره شوم نو ومی کتل چې زه ستاسو په لاسو کې یم، ستا د تو� � رنګ په کتلو سره زه خوشحاله شوم او و مې وويل چې ته به اروپائې ئې او زه به په فلسطین کې یم ، دهمدې دوکې له مخې مې له تا څخه په خپله ژبه و پو ښتل ، چې ایا زه په فلسطین کې یم ؟ کله چې زه پوه شوم چې زه دمسلمانانو په ولکه کې یم ، نوزما زړه یو ځل بیا ډوب شو ځکه زه د توپان څخه خوندي شوم خو زه ددښمن په ولکه کې راغلې وم، ماته د مسلمانانو په هکله ويل شوي وچې هغوی د ښځو سره د وحشي څیرونکو په څیر سلوک کوي ، خو تا له ماسره هغه ډول سلوک وکړ چې ماته ئې هیڅ هیله نه وه ، تا زما طلا او زما ښایسته وجود دواړه ټکر کړل او هسې شیان دې وګڼل ، زه دومره ويریدلې وم چې ويل به مې چې هر څوک را ته تر لاسه شي ، خوماته پناه راکړي او ما د خپلې سینی سره و لګوي ، خو ستا په اړوند ما ته تر اوسه پورې دا � �اډ نه و تر لاسه شوی چې ستا کړچار پاک دې ، ما دا هیله درلوده چې ته به د شپې له اړخه ماته زیان را ورسوی ، ما په خوب کې هم دهغه سترو څمڅارو ، توپان او هغه حبشیانو دهشت او ويره کتله ، زه د ويرې راپورته شوم نو تا زه له سینې سره و لګولم، اود کوچنیانو په څیردې ماته � �صې کول پیل کړې او زما ويره دې ورکه کړه ، او کله چې شپه تیره شوه نوما د را ويښیدو سره سم ته د خدای په وړاندې په سجدې کولو و کتې ، کله چې تا د دعا له پاره لاسونه پورته کړل او سترګې دې پټې کړې نو په هغه وخت کې ستا پر مخ باندې خوښي ، ارامي او رڼا وه ، زه شکم نه شوم چې ته انسان نه کومه فرښته ئې ، ځکه هیڅ انسان د طلاو او زما په څیر د ښایسته نجلۍ څخه ځان خوندي ساتلې نه شي ...ما ستاپه مخ باندې سکون اوخوښي کت� �ې وه ، اودې سکون زه و ژړولم ،ما غوښتل له تا څخه و پوښتم چې تا ته دا سکون چا د� � کړې دې ، ستا وجود پر ما دومره اغیز و شینده ، چې ما ستا په څیر د یوه انسان دوکه کو� � ډیره ستر ګناه وګڼله ، ما غوښتل تا ته داووایم چې زه به تا ته په خپل اړوند هره خب� �ه ډاګیزه کړم، خو دهغې په بدل کې ماته هغه کړچار اوسکون را کړه او زما د زړه څخه هغه دهشت لرې کړه چې ماته هر وخت اذیت راکوي خو تا زما خبره وانه وریده ،ځکه چې تاته خپله دنده تر سره کول تر هر څه ښه مالومیدل .»هغې د احمد دواړه لاسونه و نیول اوورته ئې وويل « ته به اوس هم دا یو فریب او دوکه ګڼې ، خو زما د زړه خبره واوره ، زه به له تا څخه جدا نه شم ، ما پرون تاته د ګناه په لور بلنه درکړې وه او درته می ويلې و چې ما خپله وينځه و ګڼه ، خو اوس به زه ټول عمر ستا په قدمونو کې په ناسته تیروم .ما خپله وينځه و ګرځوه او دهغې په بدل کې هغه سکون ماته راکړه چې د لمانځه د اداء کولو په وخت ستا پر مخ باندې ما کتلې و.»«زه به هیڅکله هم تا ته ونه وایم چې تا ماته دوکه راکوي » احمدکمال ورته وويل « زما مجبوري داده چې زه خپل قوم او ولس او خپل فوځ ته دوکه نشم ورکولاې ، ته زما سره دهغوی امانت ئې ، او زه په دې امانت کې خیانت نه شم کولاې ، هغه سلوک چې ما له تاسره کړې هغه زما په دندوکې شامل دې ، او دا دنده به هغه وخت پاې ته ورسیږي چې زه تا اړوندې مح کمی ته وسپارم ، او هغوی ماته حکم وکړي چې احمدکماله ته بیرته دخپلې دندې د اجراء له پا� �ه ستون شه .»هغه هغې ته دوکه نه ورکوله ، خو نجلۍ په ژړا کې ورته وويل « کله چې ستا سې حاکم ماته د مرګ سزا راکوي نو بیا ته زما لاس و نیسه ، اوس مې همدا یوه غوښتنه ده ، زه تاته داسې خبره نه کوم چې ما فلسطین ته یوسه ،زه ستا د دندې د اجرا په لار کې خنډ نه پیدا کوم ، خوماته هم دومره ووایه، چې ما ستا مینه منلې ده . زه تا ته داهم نه وایم چې ما خپله ښځه کړه ، ځکه چې زه یوه ناپاکه نجلۍ یم ، زما روزونکو زه د تیږي په څیر کړې یم ، زه په دې هم پو هیدم چې انسان څخه تیږه نه شي جوړیداې اوهغه به یوه ورځ نه یوه ورځ مجبوریږي چې له چا څخه و پوښتي چې سمه لار کومه یوه ده »شپه تیریدله اودوی دواړو خبرې کولې، احمد کمال ترې و پوښتل « دوی زمونږ هیوادته ستاسې په څیرد نجونو د رالیږلو څخه څه څه کارونه اخلي ؟»«ډیر زیات کارونه ترې اخلي .» نجلۍ ځواب ورکړ ،« یو شمیر د مسلمانو امراؤ په حرم سرایو کې دمسلمانې په لباس کې ور ننه باسي اوهلته بیا هغوی دخپلې روزني په اساس په دې امراؤ او حکمرانانو باندې غ� �به پیدا کوي ، په هغوی باندې د صلیبیانو دخوښې وګړي ټاکي ، هر هغه حاکم چې د صلیبیانو خلاف وي دهغوی پر خلاف عمل کوي ، مسلمانې نجونې دومره چالاکه نه وي ، هغوی په خپل ښایسته والي باندې مغروره وي ، هغوی د حرم سرایو له پاره ټاکل کیږي خو یو عیسایي یا یهودي نجلۍ هغه له کاره باسي او خپله غلامه ئې ګرځوي ، تر دې وخته پورې د اسلامي حکوم ت د امیرانو او وزیرانو او د کلاو دخاوندانو تر نیمائې زیاتې پریکړې زمونږ دقوم په حق کې کیږي ، .....د نجونويوه بله ډله هم شته ،دا نجونې په اسلامی نومونو دمسلمانانو سره ودونه کوي ، دهغوی کار دادې چې د شتمنو کورنیو د نجونو دماغ او کړچار ور خراب کړي ، دهغوی ځوانان په بدو لار سر کړي ، او دشریفو کورنیو د نجونو اوهلکانو تر منځه معاشقی پیدا کړي ، او زماپه څیر نجونې پټ په پټه ستا په څیر حاکمانو ته ورځي چې بیا هغوی زمونږ په لاسوکې لوبیږي ، هغو حاکمانو ته د طلائې سکّو په شکل کې بدله ور کول کیږي ، هغوی زمونږ په څیر د نجونو خوندي ساتنه په همدې توګه کوي تر څو هیڅ ډول شک پرې و نه کړل شي ، دا نجونې دلوړپوړو چارواکو تر منځ غلطې انګی� �نې او رقابت را پیدا کوي اودصلاح الدېن ایوبي او نور الدېن زنګي پرخلاف تبلیغات کوي. زه ئې هم ددوه نورو نجونو سره یوځاې د رجب تر څنګ دهمدې کارونو له پاره را استولې وم »هغې د صلیبیانو دپټو رازونو څخه پردې پورته کولې او دمسلمانانو د ایمان پلورلو قصې ئې ورته اورولې او احمدکمال ورته غوږ ایښې و.پاته په څلوریشتمه برخه کې ولولئ...."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يوې شپې ناوکۍ", "output": "کله چې د يوه کس ځان غوښتنه د يوې ټولنې لپاره په قانون بدليږي نو قانون راواخلئ او په رڼا روځ په عدالت او سړيتوب پسې وګرځي . محمد نعيم حقمل زلمی چې په قوماندان طاعون مشهور وو زموږ دسيمې له وتلو قوماندانو څخه و. دده په ږيره او ويښتانو کې لا سپين نه و لګيدلي او د جګړې درانده پيټي دده ملا نه وه کړوپه کړې . څو ورځې مخکې ده دخپل اصلي دشمن عوض قوماندن مړينه ښه په درب و نمانځله. ده په دې ورځ خپله څلورمه ښځه راواده کړه او ټوله سيمه يې د ډولونو او اټنچيانو په غږونو ډکه کړې وه. دواده په شپه د قوماندان طاعون د لويې کلا مخې ته د اورونو سرې لمبې او تور لوګي له ورايه ښکاريدل.سره له دې چې د سپوږمۍ شپه وه خو د نغريو د اور لمبو د لاټينونو رڼاوو شا او خوا سيمې ټولې رڼا کړې وي . ها خوا دباړه وريجو او غوښو لويو لويو کټوود شا او خوا وږي تږي مست کړي او ډيرو يې د قوماندان طاعون د کلا په لور لښکر راويستلى وو. دوی دخواته په لوڅو پشو ، څيرو ګريوانو او مظلومو سپيرو څيرو د ميږتونو په شان اوژده ليکه جوړه کړی وه او ديوه زوره ور بريد لپاره يی د نغريو په څومتری کې ټينګ سنګرونه نيولی و ، دوی نه پوهيدل چی څه شى به ورته ورسيږي او که نه؟ له چا نه سوال وکړي؟ خو دومره پوهيدل چې دلته دخوړو او څښو لپاره هرڅه شته. هوکې ! دوی غوښتل په وريجو او غوښو سره خپلي وچي شونډې نرمې او دخپلو وږو تږو کولمو نيم ژوانده غوندې چنجيان څه ناڅه په مستۍ راولي. رښتيا ! دوی خو دا هوس کړئ وو؟، خو دسفر وروستئ تم ځای د تورو ببرسرو دوزخيانو له خوا په ټينګه ساتل کيده. دديګونو او کټوو د نغريو په شاواوخوا کې دهغو د ګڼې ګوڼي له کبله تورغوبل جوړشوی واودهرډول بريد هڅه شنډه شکاريده. دوی تور اوږده او ډبل ډبل اورلڼونی لرګي ښکته پورته کول چی په يوه وار سره يې سړی له دې ورانې دنيا نه هغې ګرانې دنيا ته تلای شوای. دقوماندان طاعون د جګې او اوچتې کلا د باندې د رازراز او خوندورو خوړواو ميوو لوی لوی او اوږده دسترخوانونه اچول شوي و.دخاورو سپيره مخ پر سرو غاليو او توشکو پټ شوی و. دکلا درزونو، تورمخونه، غمجنو سوريو ديوالونو او نړيدلو برجونو دتيرو بدو کيسه کوله. تورې شپې هم په ټولي سيمې باندې د خپلی تورې کيږدۍ تور پيڅولونه غوړولي و. او توند باد له وريځو سره په قهر او غوسه لوبې کولې.وريځې به يې د غونډيو په شان يوې او بلي خواته شيندلې. له لرې او نيږدې سيمو څخه زيات شمير ميلمانه دې واده ته رابلل شوی وو.قوماندان طاعون هم د خپلو رابلل شويو ميلمنو په منځ کی د انځير ګل او دمجلس نقل وو .ده د يوی سرې پړسيدلې مخملي توشکې دپاسه يې لوی بالښت ته خيټه اچولی وه ، کله ناکله به يې د ستوني غږ له ورايه تر غوژ کيدو. شاوخوايې بډوهلو ببرسرو اورپکو تينګه څارنه کوله ،مخامخ ورته يو لوی غرغريي تور چلم پروت و چي له وني څخه يې هم کم نه و. کله به يې چی خوله پر چلم کيښودله ، شين زوره ور لوګۍ به يې ترې نه پورته کړاو دټوخي په شنه کيدو سره به يې په بنده ژبه په خپلو هلکانو داسې غږ وکړ: هلکانو د ميلمنو ښه خدمت او عزت وکړې ! ژرشئ هر څه ورته حاضرکړی . د دې نارې په اوريدو سره به دميلمنو له ګڼې ګوڼې او ګوټ ګوټ څخه د ، زيات دي ، هرڅه شته ، دهيڅ شي کمئ نه شته، تاسو دئ ژوندي وای ، هرڅه خدای درکړي اونور ... غږونه پورته شول ، هلکانو به هم د بادار له غږ سره غبرګ د کاسو،غوريو او کابونو په ځغلولو سره د مچيو په شان غومبرجوړ کړ او هلته لرې به لويې څمڅې په ديګونو کي وتړنګړل شوې. راغلو ميلمنو هم په خورا زيات شور ماشور د ساز او اواز ګرم مجلس جوړ کړئ وو. ځينو په ګډا او ځينو په سندرو ويلو سره دطاعون قوماندان د واده مجلس پوره تود ګړی و او په دې سره د قوماندان دبدبه لا زياته اوچته شوې وه. قوماندان طاعون له ونې لنډ سړى وو. وتلې خيټه،لنډې کږې پښې ، غټ سر، پلنه پوزه، پړسيدلۍ ورميږ،ځوړندې شونډې او دوزخي غوندې توره څيره درلوده. اصلي خټه او نصب يی روښانه او معلوم نه وو. او نه د دې سيمی له اوسيدونکو څخه وو دتير ژوند هنداره يې هم خړه او تياره بريښيده. داسې ويل کيدل چې د يوې بلې سيمې څخه څوکاله پخوا دلته راکډه شوى و .په ليکنًه نه پوهيده خو دچنګيز په شان بې سواده ظالم سرلښکر وو، له زياتو خبرو او اترو سره يې مينه نه درلوده، هرڅه ورته د ټوپک په ژبه ښه ښکاريدل،وژنې،تشتونې او ټکونې د ده د مجلس غټ ټکي جوړول . دپلار او کورنۍ د مينې له زولۍ څخه هم لرې و. په زړه سوي او پيرزوينه نه پوهيده. هوکې دقوماندان طاعون دنوم او نښان اوازې هغه وخت زموږ او زموږپه ګاونډی امپراطوری کې په شرنګ ا وپرنګ خپرې شوې چې د سرتمبه قوماندان امپراطوری د مومن خان د افسانوي ښامار د اتلانو له خوا نسکوره شوه. د سرټمبه قوماندان د لښکرو تانګونه هغه وخت سست شول چی دړانده قوماندان لښکرې د هغه د واکمنۍ پولو ته راورسيدې او د سرټمبه قوماندان پر خاوره يې داسي يرغل وکړ چی هرڅه يی تالا والا کړل . سرټمبه قوماندان له څو کلنۍ زورواکۍ وروسته ميدان بايلود. ده د نورو په منګلو او غيږکي سا ورکړه. ان تردې پورې چې مړئ يې په يوه لرې پرته سيمه کې چې ده ورسره څه ناڅه پيژندګلوي لرله خاورو ته وسپارل شوه. دسرټمبه قوماندان مړينه او دهغه سلطنت دړې وړې کيدل په ځينو سيمو کی دخوشحالۍ په چړچو سره او په ځينو ځايونو کې د وير او ماتم په توګه ونمانځل شو. چا خوشحالئ اوخنداګانې کولې اوچا دغم په څپړو او سوکانو سره خپلي سينې وهلې . د سرټمبه قوماندان له مړينې او دهغه ددوزخيانو د تيت پرت کيدو وروسته د قوماندان طاعون د سلطنت لمن د څه وخت لپاره وغزيده او په سيمه کې يې د يووړوکي پاچا بڼه غوره کړه ، خو لا پښې يې نه وې غزولې او دمه يې نه وه جوړه شوي چې دى هم د ړانده قوماندان د ځواکونو په لټار کي راګير شو او دهغه سرحدي پولې او پاټکونه يو پر بل پسي ړنګيدل او يا يې له ولکې څخه وتل.دداسې ناببره بريد په وخت کې دقوماندان طاعون د پاچايي لمن پو ځل بيا په لنډيدو او ټغر يې په ټوليدو شو ، قوماندان طاعون چې خپله څيره له ورايه په کوهي کی ليدله واکمني يې ديوې خوا د ړانده قوماندان د لښکريانو تر ګواښ لاندې راغلې وه او له بلې خوا د هغه خپل کسان په خپلو کې په درغلیو،لوټ او تالان لګيا وو نو دڅلورو ښځو قوماندان طاعون دې ته اړشو چې دی خپل ژوند پايښت په خاطر پو ځل بيا خپل پخواني سيال چور قوماندان ته دمرستي لاس اوږد کړي . سره له دې چې دده د درې کيلومتره پاچايې سرحدي پولې او غاړې د ګډو پوځيانو له خوا څارل کيدې . قوماندان طاعون دواده په دې شپه ډير نارامه و. ځمکې ځای نه ورکاوه دتوشکې دپاسه به ډير ښوريدو. دخپلو ببرسرو ټوپکيانو په غوږ کې به يې ډير څه ويل، مړۍ به يې له ستوني نه تيريده او په ستوني کې به يې کله ناکله بنديده. دچلم په نيشه پسې به يې ډک ورغوئ د پل مټک نصوار خولې ته واچول او دسګرتي په دودولو سره به دراتلونکي هوسونو په نيشه کې يو څه ډوب شو. پيرګل اکا چې زما دپلار پخوانی او نيږدې دوست او عزيز و هم دی واده ته رابلل شوی و. ده دژوند دوه شپيته پسرلي په دې سيمه کې تير کړي وو. دلته هرڅه ورته د ګوتو په شان معلوم و. خپل او پردي يې ټول پيږندل . کله چې دپيرګل اکا بادامي سترګې په ما ولګيدې ، بې له درنګه د خپلي زړې او محکمې لکڼې په مرسته راجګ شو او زه يې د څو شيبو لپاره په خپله ګرمه غيږ کې ټينګ ونيولم. پر يوه او بله خوا يې ښکل کړم. په غښتلي او اوچت غږ يې راته وويل! د خدای پاک (ج) لوی احسان اوشکران دی زويه چې وروسته له ډيرې مودې دې جوړاو روغ ګورم. داد الله تعالی لويه مهرباني ده چی د خپل دوست نازولئ زوى پس له کلونو ګورم. هوکې! د هغه پستې او نرمې ګيرې او خبرو ماته د خپل پلار هرڅه راپه ياد کړل . دهغه په نوراني مخ کې مې يو ځل بيا د خپل پلار انځور راژوندی شو ، دپيرګل اکا په ليدو سره ماته خپل ماشوم توب د لوبو ځايونه، خپل همزولي کوڅې او ګودرونه ټول را په يا دشول. له روغبړ او پوښتنې څخه وروسته زه او پيرګل اکا څنګ په څنګ سره کيناستو. هغه دواده په شپه د زړه ډير خواله راسره وکړل او ډيرې ناکردې يې راته وويلې. د دې ټاټوبي تير يادونه يې راته ژوندي کړل چي يو وخت ما هم پکې خاپوړي کړي وو. هغه زما دږيري سپينو ويشتانو يو څه حيران کړ، خو پټه خوله پاته شو. کله چي پيرګل اکا دشنو چايو ډک ګيلاس پورته کړ، بې له دې چې غوړپ ترينه وکړي په خپل ځای يې مخې ته کيښود . سوړ اوسيلئ يې له خولې ووت اووې ويل: الله (ج) ښه پوهيږې بچيه چې دا چای چښل او ډوډی خوړل به موږ ته حلال وي او که حرام؟ ځکه د دې واده ډوډۍ په خوړلو سره مي خېټه داسي درنه شوه لکه کاڼي او ډبرې مې چې خوړلې وي. زما باور دادی زويه چې دې ژوند په دې وروستيو کې زه هم له دوی سره په ګناه کې شريک شولم، ځکه د دې سيمې هر څه دقوماندان طاعون په برخه شوي دي ، پردې زمکې خپلي بولي او دډيرو خلکو په جايدادونو يې خيټه اچولې ده . اوس ږيره او بياتي دهغه په لاس کې دي .هغه د علاقې په ډيرو ځمکو شرعي قبالې تيرې کړې ، ښکته او پورته ځمکې ، لارې او ګودرونه ،د غرولمنې ، پټي اوان زموږ وچ سيند يې هم په شرعی قباله کي نر غوندې په ځان پسې ليکلی او خپلې شتمني يې بولي. بچيه عجيبه شرعي قباله ! دا قبالې څوک ورکوي؟ هی هی ...... اوس ته راته ووايه چې دی به ولې څلورم واده نه کوي ! پرې خبر يې زويه .....چې په واده کې څو خرواره وريجی پخې شويدي؟ هوکې بچيه ... د پخې تيږې په حساب يونيم خرواره وريجې ......يونيم .....پوهيږی يونيم خروار .... په خوله ياديږی ..... پنځوس غټ پسونه ..... درې سخوندر او څه دپاسه زر- دولس سوه چرګان . باور وکړه زويه ..... چې دژوند تر دې ګړۍ پورې مې هيڅ داسې واده نه دی ليدلی دا خو لا څه کوې ، په سوغاتونو بار موټرې ورته راورسيدې. هوکې ، ما او پيرګل اکا د واده په دې شپه تر ډيره پورې دځان او دنورو په هکله ډير څه وويل ، دپيرګل اکا خبرې په ما باندې ډيرې ښې لګيدلې او زما تنده پرې ماتيده. کله چي ده يو څه ستوماني حس ګړله، نو راته ويې ويل: پورته شه بچيه چې درځو تر سهاره وخت کم پاتې دی. د څو شيبو لپاره به سر کيږدو. که ژوند و بيا به سره ګړيږو. د پيرګل اکا په همدې خبره دواړه جګ شولو او دهغه د زړې کوډلې په لور د سپوژمی په رڼا کی ورو، ورو په خوځيدو شو. هلته پيرګل اکا را ته وويل: راځه بچيه په ماپسې ، له دغې نيږدې لارې به لاړ شو کومه چې دې اوسنيو واکدارانواو مشرانو راته جوړه کړيده. هوکې ، د لارې په اوژدو کې مې په نړيدلو او سوريو سوريو ديوالونو او کورونو سر شو. ودان څه مې تر سترګو نه شول د دې سيمې زياتره کورونه او ودانی په اور سوې او ړنګې شوې وي. د ړنګو او ويجاړوودانيو په شاواوخوا کي لږ بوټي او واښه شنه شوي وو. وړانګې او ويجاړې ودانۍ اوس د بې څښتنه او سارايي سپيو او پيشو ګانو د ژوند او اوسيدو ټاټوبی ګرځيدلی و. د دې واکمنۍ يو پوړيزه ودانۍ، سوري سوري ديوالونه او سرلوڅی بامونه له ورايه سړي ته د خپل تير ژوندانه تريخ حکايت کوي. هره ورانه کوډله او کوڅه چې د وخت واکمن پکښې شکته پورته کيږي، ځانته ځانګړې کيسه او داستان لري چې د هر ليدونکې په زړه او مغز کې د غم کرښې راباسي . دلته هرڅه وران او ويجاړ دي .ودانۍ ،سړکونه ،هديرې ،جوماتونه ،فکرونه ، کړه وړه ، عقيدې ، ژبه او غيرتونه. پيرګل اکا د خاورو په يوې ډيران چې ژيړپوټي ترې راشنه شوي و، ودريد او د خپلې امسا په ښورولو سره يې راته وويل ،دا ځای پيژنې بچيه ؟ پوهيږی بچيه چي زه او ته چيرته راورسيدو ...... هوکې ... بچيه دا هغه ځای دی چي تا پکې د ماشوم توب خپوړي کړيدي . دا هغه کور او کوډله ده چې د پلار په تڼاکو لاسونو او ګوتو دې جوړ شويدي. دلته ستا دوروڼو او خويندو زانګو وه ، زه ددې ځای د هرکاڼي،ونې او بوټي سره اشنايم. زه هغوی پيژنم او دوی زما سره مينه لري هو بچيه . دلته ما د لومړي ځل لپاره ديرش کاله دمخه ستا په غوږ کې د الله اکبر اذان وکړ . هرڅه راته داوس په شان په ياد دي . که څه هم د ا کوډلې قصرونه نه وو، خو له ماڼيوڅخه هم کم نه وو.دا کوډله د مينی او محبت ځاله وه ،کلونه کلونه ستا پلار د يو زنداني په څير دلته کار وکړ تر څو دا کوډله جوړه کړي دلته د نن په شان د ساز او اواز،ظلم او تيري ځای نه وو . دلته د ميلو اوچړچو ځای نه وو او دلته دنن غوندی .... ...... پيرګل اکا نور دويلو توان نه درلود او نه يې ما داوريدو وس درلود.خبرې يې په مرۍ کې بندې شوې ژبه يې وچه شوه، داوښکو باران يې پر مخ راروان شو. دسترګو په رپ کی هرڅه راته په ياد شول، احساس مې وکړ چي زه ماشوم يم. ددې ځای خاورو او ډبرو راته چيغې وهلې ، زارۍ يې کولې ، ژړاوې او واويلاوي يې کولې، نيږدې وو چی زما ګريوان را څيرې کړي ، پر مخ مي ووهي ،او هم دانارې مې تر غوږه کېدې، چيرته يې ؟ ولې نه راځې ؟ ولې زموږ پوښتنه نه کوې؟ څنګه دې موږ هير کړو ، په همدي سختو شېبو کې مې سر ګيچ شو، په سترګو مې تياره شوه، حلق مې وچ شو، پښې او لاس مې نورنه خوځيدل ، پرمخ ولويدم. سهار وختي د ملا اذان او دپيرګل اکا په ټوخي سره زه له درانه خوبه راويش شوم، سر مې دروند او ځان مې درد کاوه. شپې هم ورو _ ورو دسباوون لورته سترګې وهلې او خپل تور پيڅولونه يې ورټولول او ځای يې سپين سهار ته پريښود . داوداسه څخه وروسته زه او پيرګل اکا د جومات په لور روان شوو ، د جومات په دروازه او شا اوخوا کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه د پخوا په پرتله زياته چوپتيا وه. ټول سره خفه او نيولي بريښدل. د هرچا په خوله د چوپتيا مهر لګيدلىوو. دورخطايی نښې او نښانې د هرچا په سترګو کې ليدل کيدې. پيرګل اکا دې ګڼي ګوڼي ډير ورخطا کړ. دلمانځه له ادا کولو وروسته يې په بيړه دجومات له ملا نه پوښتنه وکړه ؟ خيرت خو به وي ملا صيب؟ څه پيښه شويده ؟ دملا خوله هم ګنډلې غوندي ښکاريده وروسته له لږ ځنډ يې تر شونډو لاندې وويل . مړی شويدی ، ... د قوماندان صايب په کور کې څوک په حق رسيدلي دي . پيرګل اکا ددې خبر په اوريدو سره پټه خوله شو . د لمر د څرک او راختو سره غبرګ ورو په ورو هرڅه روښانه کيدل ، د لمر له ژيړو وړانګو سره سم جومات په هغه سرو غاليو او توشکو پټ شو چې د تيرې شپې دواده د غرمستيو خاورې او ګردونه پکې له ورايه ښکاريدل . پيرګل اکا د خپلو اوږدو تسبو په اړولو سره د چورتونو په سيلاب او طوفان کې داسی ډوب و چې نه يې سر ښوريده او نه يې خوله ، هوکې هغه په ورانه کښتۍ کي د سمندر په څپو کې داسې راګير شوی و چې د نجات وروستۍ ګړۍ ته سترګې په لار و. هغه د عبادت په دې سپيڅلې خونه کې دزهرجنو لړمانو په ټال کې راګير و. چې دوتلو لاريی لټوله . په رشتيا سره چې پيرګل اکا ته له رنځ او غم څخه پرته نور څه نه وو ورپاته . دهغه ټول هوسونه مړه و. خو دی لا ژوندی و. بې ځايه پيرګل اکا په ورانه کشتۍ کې دسمندر په زوره ورو څپو کې په ډوب شوي ګوهر پسې ګرځيد. پيرګل اکا له ډيرې چوپتيا وروسته خپل ستونی تازه کړ او خپل وچ شونډوان يې په خپله ژبه لانده کړل تر څو په خوځښت راشي ، هغه زما او ټولو ډيره شويو خلکو چوپتيا ماته کړه په اوچت او جګ غږ يې وويل: پوهيږې بچيه ؟ ... چا دتل لپاره نن شپه له دغې ورانې دنيا څخه سترګې پټې کړې ؟ هو بچيه هغه نازولې به د څو نور ګړيولپاره ددې لېوانو د وروستي تيري ،ظلم او جفا ميلمنه وي ، هوکې بچيه .. هغه د يوې شپې د زور او جبر ناوه کۍ وه ، هغه زما ددوست او عزيز د هوسونو غوټۍ وه ، هغه زما دمسافر او مهاجر عزيز وروستی ارمان او امانت و ، نه پوهيږم چي هغې پاکي او معصومي نجلۍ به د کوم ظالم په غيږ او منګولو کې سا ورکړې وي. د هغې پاکه زنه او له شيدو ډکه سپينه خوله به کوم ناولي تړ لې وي ، دهغې پر بې ګناه او پاکو سترګو به کوم ظالم اوجابر لاس ايښۍ وي؟ نه دروغ ده. د هغې سترګې وروستۍ هيله لري او لا نه دي پټې شوي . هغه ژوندۍ ده . هغه سترګې په لار ده. ،هغه غواړي چې د خپل پلار ملګرى وګوري ، هوکې هغه ماته د خپل پلار او مورلپاره وروستی پيغام لري ! هغه د پاکۍ ، ميړانې او ننګ پيغام لري ، هغې دظلم منګولو ته ځان و نه سپاره بلکې هغې سپيڅلۍ ارمان تر سره کړ، په رښتيا .. هغه د تل لپاره د مور ، پلار ، خپلو خپلوانو له غيږې څخه لري شوه ، خو دپلار او مور ارمان يې تر سره کړ، دپلار شمله يې جګه او اوچته وساتله ، هغه د ډولۍ په زولنو کی مړه شوه ، هغې سپينه ډولۍ دتل لپاره رنګينه کړله ، دزمان سندره يې بډايه کړه ، هو د زمانې وحشت ته وګوره څه کوي ؟ ولې زه نه مرم بچيه ...؟ هغه دظلم او وحشت څپړې پر مخ ووهله په رښتيا سره بچيه چې زيږنده د مرګ زيرۍ دی. اه .. هغه د طاعون قوماندان د تيري ، ظلم او ناروا ښکار شوله ، خو د هغې پړونۍ له سره ونه لويد او نه يې دلاسونو نکريزی وچې شوې . هوکی داد ګودر توتکۍ ، دپلار د لاس ډيوه ، د بڼ بلبله ، دمور د غيزی نازولې نانځکه او زما د تسبو ځونډۍ نوره تلونکې ده روح دي يې ارام وي . دهغې پلار ، مور او کورنۍ دظلم او بې عدالتۍ قرباني شول، مخکې له دې چې د لور ډولۍ يې د ظالمانو له خوا په زور پورته شي په نامعلوم لوري و خوځيدل او خپل پلرنۍ استوګنځۍ يې پريښود خدای پوهيږې چي هغوی به اوس چيرته دزړه وينې خوري. د هغوی نازولې له جرګې څخه پرته په زور د قوماندان طاعون د هوسونو ښکار او قرباني و ګرځيده.، هوکې څورلس کاله د مړيني لپاره ډير لږ دي .... دپيرګل اکا په نارو او چيغو سره نيږدې و چې دجومات چت راپريوزې . ديوالونه و نړيږي. ځمکه څيرې شي او عمر يې پای ته ورسيږي ، زلزله او طوفان شي او اسمان ټوټې شي او راولويږي ، په رښتيا سره چې پيرګل اکا ته نن هر څه مړه او بې روحه ښکاريدل . د سرنوشت طوفان د پيرګل اکا د ژوند وروستی ګل د تل لپاره وچ کړ. هوکې ، کله مې چې طاعون قوماندان دوروستي خل لپاره د هديرې سره وليد د تيرې شپې په شان غښتلی او تازه نه ښکاريده . ډير ستړی او ستومانه معلوميده ، لکه وينه يی چې وچه شوې وي . د لېمو د پوستکی په شان زيړ و. ښی سترګه يې هم د توربانجان په رنګ پړسيدلې او شنه اوښتی وه دپړسيدلي ورميږ په شاو اوخوا کې يې د وينو څو اوږده لښتي جوړ شوی وو . خېټه يې هم دتيرې شپې په پرتله يو څه بې وزنه ښکاريده ، دده ځوړند سر، پټو سترګو او پلنې پوزې يې د حق او باطل ديوې زورورې جګړې او لوبې کيسه کوله ،چې د يوې شپې ناوکۍ په بې رحمانه شهادت سره پای ته رسيدلې وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کي وسلي نيول شوي دي", "output": "دملي امينت رياست کارکونکو دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوشمېر وسلې او مهمات کشف کړي دي . داوسلې او مهمات ددپنجوايي دسپيروان په کلي کې کشف او ترلاسه کړې دي . په دغه وسلواو مهماتو کې دوې پايې بې،ايم، اى دستګاوې ،تقيل ماشيندار ،يوميل دهشکه ،درې فيره توغندي ،او پنځلس متره دچاودنې پيلتې شاملې دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناټو دايټالوي خبريال پرخوشې كيدو انديښنه وښوده", "output": "دامريكې دباندنيو چارو وزارت مرستيال(نيكو لاس برنز) چې تيره ورځ په بركسل كې خبرې كولي وويل:دناټو د غړيو هيوادنو ډيرى استازو دافغان دولت له لورې دطالب اورپكو سره دايټالوي خبريال دخوشې كيدو پرمعاملې خپله انديښنه وښوده.ښاغلى برنز زياته كړه دغه موضوع دناټو دچارواكو په غونډه هم ترڅيړنې لاندې ونيول شوه.تر دې وړاندې متحده ايالتونو او بريټانيا هم پردغه معاملې نيوكه كړې وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هلمند په سنګين کي شپږشکمن کسان نيول شوي", "output": "ع : نورزى هلمند دهلمنددسنګين ولسوالۍ څارنوال حاجي محمدعلي هله ووژل شو كله چي دخپل يوه دوست په كوركښي وميملستياته روان وو دهلمند ادارى ريس حاجي محى الدين خان نن وبېنواته وويل : چي نوموړي څارنوال دهلمند دناوې ولسوالۍ اوسيدونكي و ده وويل چي هلته ئې عمليات پيل كړي اودپېښې په تورئې شپږتنه شكمن كسان نيولي دي . داپه داسي حال كښې ده چي وړمه ورځ هم په دغه ولسوالۍ كښى دلويولاروپرساتونكوپوليسو بريدشوى وو چي هغه مهال دپوليسو مسئول چارواكي ويلي وه چي يوموټرئې سوزول شوي اويوتن ئې زخمي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان او حکومت وایې چې حکیم الله محسود ژوندی دی", "output": "فریادالله - پیښور ایديټ: میرویس جلالزی پاکستاني طالبانو او د دغه هیواد حکومت دواړو ومنله چې د امریکا د بي پیلوټه الوتکې د پنجشنبې د ورځي په برید کې دتحریک طالبان پاکستان مشر حکیم الله محسود ندی وژل شوی.د امریکا یوې بي پیلوټه الوتکې د پنجشنبې په سهار شمالي وزیرستان په نښه کړ او په برید کې یې ۱۲ تنه د دوو بهرنیو په ګډون ووژل.تحریک طالبان پاکستان ومنله چې د دوي مشر له دغه برید څخه څو شیبې دمخه له هغه کور څخه چې الوتکو وروسته په نښه کړ وتلی وو.حکیم الله محسود په یوه ویدويي کې له هغه اردني سړي سره ناست ولیدل شو چې په خوست کې یې د امریکا د استخباراتو په مرکز برید وکړ او د دغې ادارې ۷ تنه غړي یې ووژل.د امریکا استخباراتو ګواښ وکړ چې د دغه برید غچ به هرو مرو اخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ارزګان يو امريکايى سرتيرى وژل شوى دى .", "output": "پرون دارزګان په ولايت کې هغه وخت يو امريکاي سرتيرى وژل شوى دى چې موټر يې د لارې په اژدو کې له يو ماين سره ولګيد . په پېښه کې يو افغان ژباړونکى هم وژل شوى دى . دپېښې مسوليت چا تر اوسه پر غاړه نه دى اخيستى او داهم نه ده څرګنده چې دا ماين نوى خښ شو وو او يا له زړو ماينونو څخه و. د دغې سرتيري په وژل کيدو سره د وژل شويو امريکايى سرتيرو شمير په افغانستان کې ٨٠ تنو ته رسيږي .ارزګان د افغانستان له نارامو سيمو څخه ګڼل کيږى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "“دعملي انصاف په تله کي برابر ځايونه”", "output": "فضل الرحمن (کـټوازی) سهيلي کوريا ګرانو هيوادوالو محترمو ژبپوهانو او ټولودرنوپه وطن مينو فرهنګيانو ته خپل تاوده سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم. الله دی وکړي چه ستاسي هغه هڅي او کړاونه چه دپښتو ژبي دپراختيا او ودې لپاره يې کوئ ثمر ومومي . ويل شوي دي چي ( دفطرت دښمني کول خپل ځان له مينځه وړل دي) هرچاچي دافغانستان دفطرتي ټولني سره لوبي کړي، او هرچاچي داژبه صرف دخپلو سياسي لاس ته راوړنو لپاره استعمالوله په خپله يې ليک او لوست خو پرېږده خبري هم نشوای کولای .ځانونو ته به يی دپښتنو ميندواوپلرونو اولادونه ويل خو اړيکی به يې دخارجي کورنيو سره وی ، داسی روغ ليوني يا خو دهمېش لپاره له منځه ولاړل او يا اوس صرف په نامه ياديږی . خلک وايي فلاني دپښتنو لپاره خدمت کړی و چي پښتويې ملي او رسمي ژبه کړه زه وايم داهرڅه ناسم دي هيچاهم دپښتو لپاره په راستي خدمت نه دی کړی. ولي دقاطع امر له لاري داژبه رسمي نه شوه ؟ څنګه چه ما مخکی هم ووويل دابې معنی هڅي صرف دسياسي لاس ته راوړنو لپاره کيدې . چه په ادارو کي رسمی نه وي نو ملي يعني څه ؟ په لويه جرګه کي ځينو ښاغلو وروڼو دملي کولو لپاره نارې وهلې خو زما په نظر دملي کېدو څخه يې هم عملي رسميت ډيرمهم دی. زه د ولسمشر حامد کرزي څخه يو واري بيا ددې ليکني له لاري جدي غوښتنه کوم چه پښتو دي په عمل کي دافغانستان رسمي او دفتري ژبه کړي او ټولو وزارتونو ته دي فرمان صادرکړي چي په اداري چارو کي بايد د دواړو ژبو سره انصاف ووشي ، او انډول دي يې وساتل شي . دنوي کهول په استازيتوب زما داغوښتنه په دې معنی نه ده چي زه دي خداي مه کړه ددري ژبي سره مخالفت کوم ،هغه هم زما خپله ژبه ده ليکن د دا دريو لسيزو جګړو افغانان بيلا بيلو هيوادونو ته مهاجر کړل څوک ايران څوک پاکستان او څوک غربی نړۍ ته ، زموږ په دې مهاجرينوهيوادوالو کي داسي ځوانان هم شته چي هغوی دوکتورې ترلاسه کړي دي ليکن په ايران کي لوی شوي چي په پښتو ليک لوست کي ستونزي لري ، او څوک چي په پاکستان کي لوی شوي هغه بيا په دري نه پوهيږي، يو کال مخکي ما ديوه سياست پوه افغان ځوان سره وکتل هغه راته وويل چي زما په دې هيواد کي ځای نشته ماورته وويل ولي ته خو دوکتوره لرې ؟ تاته افغانستان ضرورت لري هغه راته وويل چه زه کله دمامورپه حيث په ډيرمشکل سره ديوه وزارت مامور شوم ،نو ډيرخوشحاله وم چه اوس به زه خپل ګران ټاټوبي ته دمصدر خدمت ګرزم. په اوله ورځ چه وزارت ته ولاړم نو مديرصاحب راته وويل چه راشه ځوانه اول خو داراته ووايه چه دوکتوره دي په څه کي راوړې ده ؟ ماورته وويل چه په سياست کي هغه راته وويل چه وارده او صادره دي زده ده ماورته وويل چه نه ، خو زده به يي کړم. مديرصاحب راته وويل چه ما په شلو کلونو کی زده نه کړه ته به يي دومره ژرڅنګه زده کوې. بيايې راته وويل چه مکتوب ليکلاي شې ما ورته وويل چه بلې په پشتو کي مکتوب ليکلای شم هغه راته وويل چه په پښتو کي نه ، زه ددفتري ژبي په هکله ځواب غواړم يعنی دري ماورته وويل چه په دري پوهيږم ويلای يې هم شم ليکن مکتوب نه شم پرې ليکلای هغه راته وويل چه دوزارت نه دراتلو نه مخکي بايد تا دري زده کړې وای. که داسي قسم حالات وي او حکمراني صرف دهغو مامورينو وي چي يوازي دمکتوب دليکلو او وارده او صادره زمری و ، نو ګمان مي نه راځي چي دولت دي دافغانستان نوي نسل ته کوم خدمت وکړي او يا به نوي نسل وطن ته راشی. زه ديوه بااحساسه افغان په حيث داوايم چه دځوانانواو دنوي نسل لپاره دوزارت دجوړيدو څخه هم ښه داده چه دوی ته دکار موقع ددوی په مورنۍ ژبه ورکړه شي ، او داسي يو کميسيون جوړکړای شي چي ددواړو ژبو سره دانصاف په موخه په ټولو دولتي ادارو کي يې درسميت نظارت وکړي. دې لویي او مهمي مسٌلې ته که دولت په ځيرکتيا غور ونه کړي اوسر داوسه يې دمخنيوي لاري چاري پيدانه کړي، خدای مه کړه دا سيمه به په راتلونکي کښي زمونږ ګاونډي هيوادونه دخپلو شومو مقاصدو لپاره استعمال کړي ، ولي چي دوی به دهيوادونو د کلتوري ديپلوماسۍ Cultural Diplomacy تر عنوان لاندي خپلي پاليسۍ جوړي کړي اوجوړوي يې، ترڅو ددي نزدېکت له لاري خپل سياست او ملي ګټی خوندي کړی. زه دپښتو ټولني دټولودرنو پوهانو اوبااحساسه وروڼو څخه هيله کوم چي دخدای لپاره دپښتو ژبي څخه اوښ مه جوړوی لکه په پخوا وختو کي به دنوي ترمينالوژۍ په وجه خپل او پردي شيانو ته خپل دځانه جوړشوی لفظونو اختراوي کيدې دمثال په توگه دراډيو په (ږغ دبلي) يو شی چه مونږ جوړکړی نه وی نو زما په اند دا به انصاف نه وي چه دهغه شي نوم دي مونږ بدل کړو که اسانه يي کړي ترڅو هريو کس وکولاي شی پری خبری وکړی، نو دابه يو لوي خدمت وی. په آخر کي يو واربيا ددولت څخه غواړم چي پر اوسني او راتلونکي نسل دي مهربانه شي ، پښتو او دري دواړو ژبو ته دي دعملي انصاف په تله کي برابر ځايونه ورکړي. ترڅو په راتلونکي کي بيا هغو متعصبو مکروبونو ته په ټولنه کي ځای پيدانه شي . او په خپلو ناکامه پاليسيو کي دتل لپاره شرميدلي او مخ تورن پاتي شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په زابل کي د میرویس یاسیني، شهنواز تڼي او امین ارسلاپه ملاتړ غونډي وسوې", "output": "د جلا جلا غونډو په ترڅ کي تیره ورځ د زابل ولایت کي د جمهوري ریاست د یو څلوویښت کاندیدانو له ډلې د دریو په م� �اتړ يې غونډې جوړې شوې لمړۍ غونډه د زابل ښځینه فعالینو د شهنواز تڼي په ملاتړ جوړه کړې وه او پکې له یاد کاندیده ملاتړ اعلان سو دوهمه غونډه چې پکښي سلګونو مخورو ګډون کړي وو د یو بل کاندید میرویس یاسیني څخه پکښي ملاتړ وسو او هغه د یوه مجاهد ترخوا د یوه علمي او اکاډمیک شخصیت په توګه یادکړل سو په غونډه کي ویناوالو ژمنه وکړه چي په راتلونکي ټولټاکنو کي به خپله رایه میرویس یاسینی ته ورکوي همدارنګه دریمه غونډه د جمهوري ریاست د کاندید هدایت امین ارسلا په ملاتړ جوړه سول چي سلګونو ګډونوالو پکښي هدایت امین ارسلا د راتلونکي لپاره یو غوره ولسمشر ونومول سو او د رایی و� �کولو ژمنه ورسره وسول. نن هم پلان سوې چې د زابل یو شمیر ښځینه فعالیني به د میرویس یاسیني په ملاتړ غونډه جوړه کړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بغلان: پر PRT ځانمرګى بريد تر سره سو", "output": "لودين د بغلان په ولايت کې د ولايتي بيارغونې د ډلې پر کاروان يو ځانمرګي بريد وشو.دغه بريد نن له غرمې مخکې د يوه ځانمرګي بريد کوونکي لخوا د يوه کرولا ډوله موټر په واسطه ترسره شو.د بغلان امنيه قوماندان پاسوال کبيررسنيو ته وويل چې بريد د هنګري د پي ار ټي د کاروان مخې ته ترسره شو .نوموړي زياته کړه چې په دغه بريد کې د پي ار ټي يو موټر يو څه زيانمن شوى، خو هنګري ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.نوموړي د دغه بريد مسووليت پر طالبانو واچاوه، خو طالبانو تراوسه د دغه بريد مسؤوليت په غاړه نه دى اخيستى.همدرانګه په بغلان کې مېشت د هنګري ځواکونو په دې اړه څه نه دى ويلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "القاعده دځانمركو بريدونو پړه پرغاړه واخيسته", "output": "په الجزاير كې دالقاعده ډلې دشويو ځانمركو بريدونو پړه په غاړه واخيسته.تيره ورځ ددغه هيواد په پلازمينه الجزيره كې دوو پرلپسې ځان وژونكو بريدونو لږترلږه ۳۳ تنه ووژل او له ۱۶۰تنو څخه يي په ډيره شميره كسان ژوبل كړل.امنيتي مقاماتو وويل لومړى ځانمركى بريد په پلازمينه الجزيره كې دلومړي وزير دفتر ته نږدى ترسره شو چې، ده ته په كې كوم زيان ونه رسيد او، دويم بريد بياد(باب يزويار) په نامه سيمه كې ترسره شو.په همدي حال كې په شمالي افريقا كې ميشته دالقاعده ډلې وويل:چې دغه بريدونه ددوى له لورې ترسره شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ائيتلاف يو سرتيرى مړ او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي", "output": "افغانستان کې د ائيتلافى ځواکونوچارواکو منلې چې د ارزګان ولايت په ترينګوټ کې يې د طالب جنګياليو سره پرون په سخته او درنده نښته کې يو سرتيرى مړ او ١١ تنه نور ټپيان شوي دي . نښته هغه مهال سخته شوې چې ائيتلافى ځواکونود طالب جنګياليو په يوه لارۍ يې ،چې د هاوان مرمى په کې بار او ليږدل کېدې ،تر بريد لاندې راوستۍاو نه پوهيږى چې څومره مخالف جنګيالى په کې وژل شوي دي.د طالب جنګياليو يو وياند قارى يوسف پرون خبرى رسنيو ته وويل چې د ترينګوټ د سجاوې په سيمه کې يې د جګړې په مهال ٢٥ تنه افغان او ائيتلافى عسکر وژلى او ٤ موټر يې له مينځه وړي دي . نوموړې منلې چې ٣ طالبان مړه او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د وينزويلا ولسمشر کولمبيا ته تللى دى.", "output": "د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوېز تېره ورځ د کولمبيا له ولسمشر اورو اوريبا سره د ليدنې په موخه دغه هېواد ته ورسيده نوموړى په دغه هېواد کې د دولت او د هغوى د مخالفو اورپکو تر منځ د منځګړيتوب د رول په اړه پر خبرو اترو بوخت دى. چاوېز د کولمبيا له ولسمشر الوارو اوريبه سره په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وويل. چې نوموړى په پام کې لري په وينزويلا کې د کيڼ اړخو اورپکو فارک له ډلې سره خبرې اترې وکړي. څو په همدې توګه د مارکسس له خوا د نيول شوو کسانو د خوشي کولو هڅه وکړي. که څه هم د کولمبيا ولسمشر الوارو اوريبا په سيمه کې د امريکا د متحدو ايالتونو تر ټولو نژدې ملګرى او د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوېز د امريکا د متحدو ايالتونو له سرسختو مخلفانو څخه دى کوم چې له واشنګټن سره لفظي شخړېترسره کوي، بيا هم نوموړى وايي هغه ډاډا دى چې د کولمبيا د ښکېلو اړخونو تر منځ به خپل د منځګړيتوب ماموريت په برياليتوب سره ترسره کړي. نوموړي زياته کړه چې زه له خدايه غواړم چې وکړاى شم په دغه انساندوستانه کار ، سولې يووالي او پخولاينې په کار کې مرسته وکړم . د فارک اورپکو تر دې دمه د څو مخورو په ګډون په لسګونو مخالف کسان په بند کې ساتلي دي، کوم چې خوشبين دي د چاوز د هڅو په پايله کې به راخوشي کړاى شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دریو ولایتونو د ښځينه بنديانو ژوند ناوړه دی", "output": "په کابل کې د افغان ښځو په نامه یوه نادولتي ټولنه وايي د افغانستان په ډيرو جیلونو کې د ښځينه بنديانو او ورسره د هغوى د ماشومانو د ژوند حالت خورا ناوړه او پارونکی دی . دي ټولني دا څرګندوني د خپل یو تحقیقاتي رپوټ د بشپړولو وروسته نن وکړي . دا ټولنه وایې چې په دې رپوټ یې لس میاشتي کار کړی او په ترڅ کې یې د افغانستان د دریو ولایتونو د ښځینه بندیانو او د هغوي د ماشومانو د ژوند انځور ښکلي .د افغان ښځو په نامه دې ټولني د کرزي له حکومت او مدنې ټولنو غوښتنه کړي چې په زندانونو کې ددغو ښځو او ماشومانو د وضعيت د ښه کولو په موخه مهم او چټک ګامونه پورته کړي . په دقیق ډول دا رپوټ د کابل ، هرات او ننګرهار ولایتونو د ښځینه زندانیانو پر حالت جوړ کړای شوی دی . دا رپوټ په داسي حال کې خپریږي چې څه موده وړاندي د افغان پارلمان یو شمیر غړو د څرخي پله د زندان له لیدو وروسته هلته د بندي کړای شویو میرم نو حالت خورا ناوړه په ګوتو کړ. د پارلمان یوی وکیلي نجیبي شریف ویلي وو چې هلته په ښځو ناوړه جنسي تیری شوی او یو شمیر یې په ناخبری امیدواره شوي هم دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امریکا له بریده شپږ کاله وروسته افغانستان", "output": "شپږ کاله وړاندې، امریکا او نړیوال م تحدین یې په نیویارک کې د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز د برید پړه په افغانستان کې میشت د القاعدې ډلې په مشر اسامه بن لادن واچوله او په همدې دلیل یې ځواکونه د افغان په کور کښیناستل. دا برید ولې او څرنګه ترسره شو، بله موضوع ده، خو تر اوږدې جنګ جګړې وروسته یې ډیر افغانان په دې هیله کښینول، چې دا خلک خو به نور نو په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګوي اودولت به جوړوي. که په حقیقت سترګې پټې نشي، نو په تیرو شپږو کلونو کې افغانستان ځینې � �استه راوړنې درلودلې، خو هغه څه چې تمه یې کیدله ونه شول، نړیوالې ټولنې او افغان دولت ونشو کړای چې د خلکو زړونه تر لاسه کړي. او دا د دوی لپاره یو چانس وو، چې ښایي که حالت همداسې روان و اوسي، له لاسه یې ورکړي. په � �اندینیو څو کرښو کې مې هڅه کړې چې په تیرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه تر خپلې وسې وڅیړم. ایا په ملیاردونو ډالرو مرستې په ځای ولګیدې: په تیرو شپږو کلونو کې د چارواکو په وینا له � �۲ ملیارډو امریکایي ډالرو نه ډیرې مرستې له افغانستان سره شوي دي. خو پوښتنه دلته ده، چې ایا په افغانستان کې شوې بیارغونه، ددې مرستو په تناسب کافي ده. په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې بیارغونه وشوه، په ځینو برخو کې اوس افغانستان ډیر پرمخ تللی دی، خو دومره ونه شوه چې د عادي افغانانو په ژوند کې یې بدلون � �اوستلی وي، په داسې حال کې چې که چیرې دغه مرستې په زړه سوي سره مصرف شوې وای، ښایي دغه بدلون راغلی وو. خو دا بدلون ولې رانه غی؟! په دې کې که څه هم ځینې لویدیزې او کورنۍ رسنۍ تر ډیره افغان دولت پړ بولي، خو اصلاً ددې مرستو ډیره برخه د نړیوالې ټولنې له خوا مصرف شوې ده، نو باید تر ډیره یې هغوی په وړاندې مسئول وګڼل شي. د نړیوالې ټولنې له خوا ددې مرستو مصرف څه داسې ترسره شو، چې له افغان ملت سره له همدردۍ ډیر دې ټولنې والا د خپلو جیبونو او په افغانستان کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا ته پکې کار وویست. نړیوالو موسسو ددې مرستو یوه برخه د خپلو کارکوونکو په ډبلو معاشونو او نورو امتیازاتو ولګولې او همداراز د پام وړ برخه یې په افغانستان کې د خصوصي سکتور په پیاوړي کولو ولګولې، هغه داسې چې، د یوې پروژې لپاره د ډونر له لاسه وتلې پیسې تر هغې چې نیغ په نیغه پر پروژې تطبیق کیدلې، د څو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره به لاس په لاس کیدلې، هر یوه شرکت ترینه خپله بې سارې ګټه اخیستله او په پای کې پاتې پیسې د پروژې په تطبیق لګیدلې، دا پروسه اوس هم روانه ده او همدا لامل دی، چې دلته یوه وړه پروژه هم په ملیونونو ډالرو تمامیږي. ددې پروسې یو هدف دادی، چې له یوه لوري د هغو پیسو یوه برخه چې له افغانستان سره یې مرسته کړې ده، بیرته د همدې قراردادي شرکتونو له لارې مرستندویه هیوادونو ته ولاړې شي او له بله پلوه په افغانستان کې د همدې ملیارډونو ډالرو په مرسته خصوصي سکتور پیاوړی شي او یوه طبقاتي ټولنه رام نځ ته شي. همدا علت دی، چې شپږ کاله وروسته په افغانستان کې د سړي سر عاید لوړیږي، خو غربت او نیستي هومره له منځه نه ځي او دلته له اقتصادي پلوه د یوې واکمنې طبقې د رامنځ ته کیدو نښې رابرسیره کیږي. ازاد بازار که انحصاري باراز: په همدې توګه داخلي اقتصادي سرچینې د دولت له واکه ووتلې او نوي رامنځ ته شوي خصوصي سکتور ته ورکړل شوې. دا خبره سمه ده، چې د اساسی قانون له مخې افغانستان د ازاد بازار سیستم منلی دی، خو ازاد بازار ته د ورننوتلو دغه پروسه تر ډیره ډراماتیکه او په غیر طبعي ډول وه. هغه داچې له یوې خوا د ازاد بازار لپاره په ټولیزه توګه شرایط عیار نه و، ددې بازار د تنظیم لپاره قوانین موجود نه وو او اوس هم نه دي، او له بلې خوا زموږ خصوصي سکتور دومره نه وو پیاوړی چې وکولای شي، هم د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي او هم په خپل م نځ کې د سیالۍ له مخې توازن وساتي. همدا لامل دی چې په تیرو څو کلونو کې دغه بازار تر ډیره بریده انحصاري بڼه خپله کړې ده، چې د ملت د سردردۍ لامل شوی دی. همدا دمګړۍ د خلکو د اړتیا وړ لومړني مواد ( تیل، ګاز، خوراکي مواد) د ګوتو په شمار د څو شرکتونو او سوداګرو په انحصار کې دي. او دې سوداګرو هم پر ملت دومره بې رحمي راخیستې ده، چې اوس ملت تر نا امنۍ ډیر له ګرانۍ نه سر ټکوي. په دې وروستیو دوو میاشتو کې د یادو شویو توکو بیې په ډراماتیکه توګه لوړې شوې، ګاز له ۳۵ افغانۍ نه ۷۰ ته وختل، یو لیټر پطرول له ۳۴ نه ۵۰ ته وختل، په همدې توګه، خپله د سوداګرۍ وزیر محمد امین فرهنګ وینا ده، د ځینو خوراکي توکو بیې له سل فیصدو نه هم ډیرې لوړې شوي دي. تر ټولو جالبه دا چې، دولت هم ددې حالت په وړاندې د ازاد بازار بابولالې غږوي. ما څو ځله د یوه ژورنالیست په توګه ددې دومره ګرانۍ په اړه له لوړ پوړیو چارواکو څخه پوښتنه کړې ده، هغوی بس همدا ځواب وایی: اوس خو ازاد بازار دی، دولت مداخله ن� �ي کولای. له دې جالبه خو داده، چې دولت هغه ټول وسایل له منځه وړي دي، چې په واسطه یې وکولای شي، په بازار کې م داخله وکړي او ټیکاوو رامنځ ته کړي. د ارزاقو لوی ریاست یې له منځه وړی دی، په ښارواليو کې یې د بیې د کنترول � �یاست له منځه وړی دی. د واکمنې طبقې څرک لګیدلی دی: په تیرو شپږو کلونو کې پو� �تنیو عواملو په افغانستان کې د یوې طبقاتي ټولنې رامنځ ته کیدو ته لاره هواره کړه او اوس دارنګه ټولنې خپل شکل نیولی دی. بد مرغي دلته ده، چې افغانستان غوندې وروسته پاتې هیوادونو کې د سرمایه دارۍ سیستم د لویدیز په شان درې طبقه یي ټولنه نه رامنځ ته کوي، بلکې دلته د اقتصادي سرچینو محدودیت او ځینې بهرني عوامل یو ډول دوه طبقه يي ټولنه رامنځ ته کوي، یانې یوازې واکمنه او محکومه طبقه او دا حالت خپله یو ډول ټولنیز ناورین بلل کیږي. د افغانستان پلازمینې کابل ته که ځیر شئ، نو د همدارنګې ټولنې څرک پکې لګي. ډیرې داسې سیمې به ووینئ، چې د خټینو او غربت څپلو کورونو له منځه به یوه لوړه ماڼۍ راپورته شوې وي، چې په کتو دې ورته خولۍ ځمکې ته پریوزي، هغه چې وايي، � �که په وران کلي کې باغ د ګلو وینه. پخواني قاتلان، دیموکراتې جامې په تن سرمایې راټولوي: له بده مرغه، تیرو درې لسیزو لوبو له ځینو نه ډیر تکړه لوبغاړي جوړ کړل، دوی ملت ته په فریب ورکولو کې پو� �ه مهارت تر لاسه کړ، د ځان بدلولو او را بدلولو چلونه یې زده کړل، هر ډهول ته یې نڅا زده کړه، افغانستان ته د دیموکراسۍ د زیري په رارسیدو، دوی خپلې پلنګي دریشۍ په نیک ټايي دارو دریشیو بدلې کړې او د لویدیزوالو غیږو ته یې ځانونه ور واچول. لویدیزوالو هم د رحم لاس پرې راکش کړ او له خپلو راوستلو دیموکراتانو سره یې یو ځای په هیواد کې په یو نه یو ډول په دولتي او غیر دولتي سرچینو واکمن کړل او له اقتصادي او سیاسي پلوه یې سپورټ کړل. اوس به نو دوی ولې د دیموکراسۍ سندرې نه وايي، دیموکراسي خو له ( اب) او (نمک) نه (شراب) او (پیتزا) ته راو� �سول. د افغانستان په واکمنۍ او نظام کې د لویدیزوالو په مرسته د دوی تیرې شپږ کلنې واکمنۍ، په افغانستان د دوی تلپاتې واکمنۍ ته لاره هواره کړې ده. هغه واکمنه طبقه چې مخکې مو ترینه یادونه وګړه، تر ډيره حده له هماغو کسانو نه تشکیله شوې ده، چې پخوا یې د ټوپک په شپیلۍ پر افغانانو د واکمنۍ هڅه کوله او اوس یې د غبن په کولو سره د ملت سرمایه د خپلې شخصي سرمایې په نوم ازاد بازار ته را باسلې ده او ټول بازار پرې څرخوي. دوی اوس نو په دولت کې د څوکۍ غم هم دومره نه لري، ځکه چې راټوله کړې سرمایه یې اوس یوه پټه واکمني رامنځ ته کړې ده. یوه نا مريي واکمني، هماغه د سرمایه داري نظام واکمني، چې په لودیدیز کې یې خلک په چیغو کړي دي، خو اواز یې څوک نشي اورید� �ای. دولت څومره ملي شو: په تیرو شپږو کلونو کې د دولت جوړولو لپاره ډیرې هڅې شوي دي، م� �ي اردو او ملي پولیس رامنځ ته شوي دي، اداري اصلاحات تر یوه بریده پرمخ وړل شوي دي، د دولت ځینې ادارې په مډرنو وسایلو او نوې ټیکنالوژۍ سنبال شوي دي، دا د دولت په برخه کې مثبت لوري ته روانې پروسې دي، چې پوره بریالیتوب یې ښایي کلونه کلونه وخت ونیسي. خو د دولت د ملي توب په لور، چې څومره اقدامات شوي دي، هغه پوره نه دي، له ورایه ښکاري چې نن هم د دولت ملي رنګ کمزوری دی. د بن په غونډه کې د قدرت نا عادلانه ویش په افغانستان کې دنوي دولت او پروسې کوږ بنسټ کیښود. له بده مرغه دغه تیروتنه په تیرو څو کلونو کې په بیا بیا تکرار هم شوه. دې تیروتنوپه دولت او نظام کې د یوه لوري ریښې دومره ژورې وغځولې، چې اوس ځینې نورې ډلې، کسان او خلک ځانونه په هیواد او دولت کې مصئون نه بولي. وروسته له ډیرو ریفورمونو چې دولت او نړیوالې ټولنې یې ادعاوې کړي دي، نن هم د یوې ټلوالې قوم اندان چې په دولت کې هیڅ دنده هم نه لري، کولای شي د هیواد لوی څارنوال د ښار په منځ کې د خلکو په وړاندې په سوکانو او لغتو وډبوي او دولت یې لږ تر لږه د نیولو جريت هم ونشی کړای. امنیت په څه حالت کې ق� �ار لري: امنیت اوس یوه داسې مسئله جوړه شوې ده، چې په افغانستان کې ښکیل اکثره لوري یې په دې قانع کړي دي، چې باید په وړاندې یې پالیسۍ له سره ونیول شي. طالبانو یو ځلې بیا په ځینو هغو سیمو خپله واکمني ټینګه کړې ده، چې پخوا ترینه راپورته شوي وو، په ولسي جرګه کې د هلمند استازي وایی چې دغه ولایت اوس ۸۰ فیصده د طالبانو په لاس کې ده. دغه حالت د هلمند په نورو ګاونډیو ولایتونو هم حاکم دی او د ناامنۍ لمن د کابل تر دروازو را رسیدلې ده. تیره میاشت په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې یو راپور خپور کړ چې په هغې کې ویل شوي و: افغانستان د ۲۰۰۱ کال � �اپه دیخوا چې امریکایی ځواکونو پرې برید کړی دی، خپل تر ټولو خونړی کال تیروي. دا راپور چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د دفتر د امنیت د څانګې له خوا تیار شوی و، وا يي چې سږ کال په تاوتریخوالي کې ۲۵ فیصده ډیروالی � �اغلی دی. د راپور له مخې د سږ کال په لومړۍ نیمایی کې هر ه میاشت د تاوتریخوالي ۵۲۵ پیښې شوي دي، په داسې حال کې چې دا شمیره په ۲۰۰۶ کال په منځنۍ توګه ۴۲۵ وه. په دې پیښو کې د طالبانو او نورو مخالفو وسلوالو ډلو له خوا ب� �یدونه، بمي چاودنې، برمته نیونې او په همدې ډول د تاوتریخوالي یو شمیر نورې بیلابیلې پیښې راځي. د راپور له م خې طالبانو او د دولت نورو مخالفو ډلو سږ کال خپل جنګي تکتیکونه بدل کړي دي، هغه داسې چې پر امریکایانو، سوله ساتو ځواکونو او افغان ځواکونو د غلچکي بریدونو په پر تله یې ځانمرګي بریدونه، برمته نیونې او بمي چاودنې زیاتې کړي دي . دا هغه تکتیکونه دي، چې په عراق کې یې القاعده کاروي. څومره پرمختګ وشو: په � �اګه ده، چې نن افغانستان په ځینو برخو کې په هغه ځای نه دی ولاړ چې پخوا و، که شپږ کاله مخکې په ښوونځیو کې زموږ د زده کوونکو شمیر له څو لکو پورته نه وو، نن له ۵ ملیونو نه ډیر ماشومان ښوونځيو ته ځي، د روغتیا د چارواکو په خبره نن زموږ اتیا فیصده خلک له لومړنیو طبي خدماتو نه برخمن دي. د ترانسپورټ په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شوی دی. سربیره پر دې زمو خلک وروسته له اوږدې خپلمنځي جګړو د نوې نړۍ له ځینو ارزښتونو نه خبر شول، دوی ټاکنې ولیدلې، د بیان له ازادۍ نه خبر شول، دوی تر یوه بریده پوه شول، چې څرنګه کولای شي، د نورې نړۍ په شان د یو بل په وړاندې له زغم نه کار واخلي او له ټولو توپیرونو سره په یوه محور راوڅرخي. خلک څه غواړي: د افغانستان د مسئلې پیچیده ګي افغانان ګنکس کړي دي، دوی نه پوهیږي، چې دلته څه روان دي، او څه به وشي، کوم لوری وستايي او کوم وغندي. خو بیا هم لږ تر لږه ټول دې ته لیواله دي، چې نور نو په هر ترتیب چې کیږي، باید په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي. خو دا تاوتریخوالی څرنګه پای ته رسیدلای شي، ایا د افغان دولت او نړیوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې دسولې او امن د راوستلو لپاره اوسنۍ هڅې کارنده دي؟ ددې پوښتنې ځواب اوس ډیر روښانه شوی دی، د امریکا له برید نه شپږ کاله وروسته اوس په افغانستان کې حالت څه داسې شوی دی، چې نور نو باید هم نړیواله ټولنه او هم افغان دولت په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي. په افغانستان کې د روان کړکیچ د له منځه وړلو لپاره باید له سره طرحه وړاندې شي، داسې طرحه چې د بن له طرحې سره توپیر ولري، هر اړخیزه وي، له مخالفو وسلوالو سره باید د زړه له کومي خبرو اترو ته چمتوالی وښودل شي. د روغې جوړې � �پاره د دولت او مخالفو وسلوالو ډلو ترمنځ دې وروستیو دریځونو وښودله چې لږ تر لږه دواړه ډلې اوس مذاکراتو ته زړه ښه کوي. خو مذاکرات هم شرایط غواړي، دمګړۍ د دولت او مخالفو وسلوالو ترمنځ د قدرت توازن موجود دی، دولت او له پوځی پلوه په افغانستان کې میشت هیوادونه په دې پوه شوي دي، چې یاره نور نو په زور کلي نه کیږي او د مخالفو وس� �والو سر هم ښایی په دې خلاص شوی وي، چې جګړه د افغانستان د مسئلې د حل لار نشي کیدای. په دې حالت کې د تفاهم چانس ډیر کیدای شي، خو چې کله خبره شواړه شي، او یو لوری په لړزه شي، نو ښايي بل لوری ددې په ځای چې خبرو ته ورسره کښینې، د هغه ختمول په خپله ګټه وبولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوریځه", "output": "څلوریځه بشیراحمد فیضان سترګې دي له پامه غورځوي مین شونډې اننګي دې ښکلوې مین زړه ته دې ګوزار د پښتانه ورکړ اوښکې پر ګریوان دې تویوي مین"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسلام اباد: د پولیسو مرکز ته نژدې ځانمرګی برید وشو", "output": "فریاد - جلالزی د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د پولیسو یوې تاڼې ته نژدې پرون ناوخته ځانمرګی برید وشو.په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ولسي پاکستانیان ژوبل دي.د پاکستان د اطلاعاتو وزیر کمال زم ان وویل چې دغه برید د صوات د غچ اخیستونکو طالبانو له خوا تر سره شوی او پاکستانی دولت یې په کلکه سره غندي.کوم کس او یا ډلي تر اوسه د دغې چاودنې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څو بیته", "output": "يوڅوبيته بياسحر شو بيارڼاکلي ته راغله بيامې کډه داشناکلي ته راغله بيابه نجونې کړي مستي ګودر به تودوي چې يې ميره بېرته بياکلي ته راغله بياګلان په ټوکېداشوه رنګيني شوه دسپرلي جوړې هوا کلي ته راغله راستنه شوه له اوږدې مسافرۍ نه قافله دسپين سبا کلي ته راغله شکرالله پاڅون ، جلال اباد"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښاغلي کرزي ته به د جرمني حکومت له خوا لوړه جايزه ورکول کيږي", "output": "(آزادي): ټاکل شوې ده چې ښاغلي کرزي به په نږدې وخت کښي جرمني ته سفر وکړي. او د لويديځ او ختيځ جرمني د يووالي د ورځي په وياړ چې کومه نړيواله جايزه د جرمني حکومت د نړي مهمو شخصيتونو ته ورکوي، سږکال د دغه جايزې لپاره ښاغلي کرزي په پام کښي نيول شوې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بیرته راسه", "output": "بیرته راسه میرویس جلالزی د میزان میاشتې څورلسمه/ د شپې نهه بجې د باران څاڅکي را تویږيخیښه څه چاره لريخامخا به لندیږي ساعت هم نه دریږي د شپې شیبې تیرويهغه یو تش ماشین دی دغه بي ځانه موجودزما عمر تیروي ستا د تلو په څير ژیړې پاڼي د واټ تر څنګ له ولاړي بوډۍ وني نهزما د اوښکو په څير وڅڅیدېستا د راتلو په تمه ناڅاپه... د دښتې چوپتیا ماته سوهزما د زړه په څيرما ویل قیامت خو نه شو وای نه! ستا د ښایست سیالۍ ته د ښتې لاله وسپړلستا د راتلو هیلي ته زما مینې ته ډالۍ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په امريکا کي ددين ازادي", "output": "په امريکا کي ددين ازادي دنيويارک دښار دمنهاټن دټاپو په ختيځه سيمه کي چي کوينز يې بولي. دلته دسويلي اسيا د وګړو خورا لويه مېشته سيمه ده چي دهندوستان، بنګاله ديش، نيپال سرې لنکا او پاکستان خلګ پکښي اباد دي.دغه سيمه جاکسن هايټس او يا يې هم دنيويارک ښار دنورو سيمو پر ډول څلور اويايم څړک بولي. چي ور شوه سې ته چي وايي ګردسره په نوي ډيلي،ممبايي او يا هم کراچي کي ګ� �ځې. هرهغه شی چي په دغه يادسويو ښارونو کي پر دوو شونډو ياديږي دلې يې پيداکولای سې. دخوراک او څښاک څخه ونيسه بيا تر پوښاک او نورو توکو پوري دلې سته. د روژې ورستۍ ورځي وې چي دغه بازار ته ديوڅه پېرود دپاره ورغلی وم. دسوي� �ي اسيا ډېر مسلمانان دلته تر هر اختر دمخه سوداوي کوي. دڅړک پر غاړه مي يو سړی تر سترګو سو چي مسواکونه، تسپې، مصلې او نور د اسلامي کلتور شيان يې پلورل.زه يو ګړی ورته ودرېدم او دا شيانو ته مي کتل چي ناببره يوپو� �يس راغلی او دې سوداګر ته يې امر وکړ چي دامسواکونه دلته مه خرڅوه ددې اجازه ته نه لرې. سوداګر په بېره سمدستي م سواکونه تر څنګ پټ کښېښوول. ما د سوداګر څخه په هندي ژبه پوښتنه وکړه چي دا ولي؟ سوداګر په خواربوښکي ږغ � �اته وويل چي يو نه دی هره ورځ يوه نه يوه پلمه راته جوړوي. پرون يې راته ويل چي دلمانځه مصلې مه پلوره نن بيا � �اته وايي چي مسواکونه مه پلوره. زه ولاکه پوهيږم چي څه وکړم. ما پوښتنه ځني وکړه چي تا يې ماموريت ته شکايت نه دی کړی؟ سوداګر داسي په غور راته وکتل او بيا يې راته وويل چي ته لکه چي امريکا ته نوی راغلی يې. مخ يې په خندا را څخه واړاوه او خپل ناست ملګري ته يې وويل چي مسلمان او د امريکايي پوليس پر ضد شکايت او د هغه اورېدل. ما هم نور څه ونه ويل خو دې پېښي ماته پروسږ کال په داغه روژه کي هغه لبنانۍ مسلمانه را په ياد کړه چي دنيويارک په داغه ښار کي دچايو او قافي په سماوار کي يې کار کاوه چي په امريکا کي يې سټاربکس بولي او زما په مخ کي يو يهودي ځوان پرمخ ځکه ورتو کړل چي دې ورته وويل چي زه مسلمانه يم. همدارنګه مي هغه مسلمان سترګو ته جګ ودرېد چي د ګوانټينامو د ټاپو دقيديانو عکسونه يې د احتيجاج په توګه ګرځول اوپوليسو سمدستي ټينګ کړ او بو يې ته. د داغه روژې په سر کي د امريکا د جمهوريت غوښتونکو د ډلي وياندي نانسي پيلوسي د امريکا متحده ايالات د نړۍ تر ټولو دبېلابېلو اديانود زغم لرونکی هيواد بللی و . دغه خبره امريکايان تل کوي خو په عمل کي يې دمځکي او اسمان ف� �ق دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بلخ او سرپل ولايتونو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې وشوې.", "output": "تېره ورځ د زم� �ي په ۹مه د بلخ د شورتپه ولسوالۍ په ارق باتور كلي كې ددغې ولسوالۍ د ټولو ۳۴كليو مشرانو، د يوې غونډې په ترڅ كې � �ه ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.فيض الله د بلخ د ولايتي شورا كانديد د خپلو خبرو په ترڅ كې، ډاكټر اشرف غني احمدزى يو ملي او بين المللي شخصيت وباله او زياته ېې كړه، چې د شورتپې ټول خلك له اشرف غني څخه م لاتړ كوي.د يادې شوې ولسوالۍ يو خطيب او مدرس مولوي حاجي حميد، چې تل يې په خپلو ويناوو كې ډاكټر اشرف غني احم دزى د افغانستان لپاره وړ ولسمشر بللى زياته كړه، چې ټول تركمن به اشرف غني ته رايه وركړي.ذبيح الله احساس، په شمال زون كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر رييس له دغو مشرانو څخه مننه وكړه او زياته يې كړه، چې ډاكټر صيب به ستاسو ټولو ستونزو ته ورسيږي.شورتپه د بلخ ولايت يوه لرې پرته ولسوالۍ ده، چې ټول تركمن په كې اوسېږي، شاوخوا ۲۷زره رايې لري.له بلې خوا د سرپل په ګوسفندي او سوزمه قلعه ولسواليو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې جوړې شوې.په دغو غونډو كې، چې شاوخوا ۷۰۰مشرانو او د پراختيايي شوراګانو وكيلانو په كې ونډه اخيستې وه، د ډاكټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ او وړتياوو خبرې وشوې.د يادولو وړ ده، چې ګوسفندي او سوزمه قلعه ولسواليو كې ۱۰۰زره رايې موجودي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست ښاركې ځانمرګى بريدشوى", "output": "نن دسلواغې په دريمه نېټه دخوست ښاردمتون واټ ترڅنګ يوځانوژونكى بريدكوونكى بې له كوم مالوم لامل څخه خپل ځان الوزولى . دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ دم طبوعاتي دفترامرسمونوال وزيربادشاه وويل چې دغه ځانوژونكى بريدكوونكى نن په يادشوي ځاى كې بې له كوم مالوم � �امل څخه ځان الوزولى چې له امله يې پخپله ځانوژونكى وژل شوى اويوه تنه ښځه برسېرنه ټپي شوېده . نوموړي وويل چې په يادشوي ځاى كې كوم دولتي اواېتلافي ځواكونه هم نه وو،اونه داسې ځاى دى چې دځانوژونكي بريدموخه يې له امله څ� �ګنده شي . دعيني شاهدانوپروينادغه ځانمرګي دخوست ښاردمتون واټ ترڅنګ ديوۀ هوټل په زينه كې ځان والوزاوۀ . ددوى پروينا:ګمان كوي چې ځانمرګي بريدكوونكي په ځان پورې چاوديدونكي توكي له څه شي سره دټكرله امله � �اړت شوي وي اوياهم دۀ غوښتل چې خپلې موخې ته درسيدولپاره تيارى ونيسي او د خپلوچاوديدونكيوتوكيولاينونه سم كړي چاودنه رامنځته شوي وي . دعيني شاهدانوله خولې پدې پېښه كې ځان وژونكى ټوټې شوى ،دوه تنه نرينه اودوې تنې ښځې پكې برسېرنې ټپيانې شوي دي ،چې اوسمهال په روغتون كې تردرملنې لاندې دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بریټانیا له افغانستان سره د نویو مرستو اعلام وکړ", "output": "د بریټانيې دولت په افغانستان کې د خوراکي توکو د کړکیچ د لري کولو په منظور د 5 مليونه امریکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د مرستی خبر ورکړ .د بریټانيې د نړیوال پرمختگ وزير وویل چې دا خوراکي توکي به د ملگرو ملتونو او خوراک نړیوال سازمان � �ه خوا په بی وزلو افغانانو وویشل شي .دا گام په داسي حال کې پورته کېږي چې سږ ژمی به 5 ملیونه افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي .آه خوا د کرهني وزارت بیا واېې چې 400 ملیونه ډالر يي له نړیوالي ټولني څخه د خو� �اکي توکو د ستونزي د لري کولو لپاره غوښتي دي .یو بل خبر واېې چې د امریکې نړیوالي پرمختیايي ادا� �ې ( USAID) هم د 35 مليونه امریکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د مرستي ژمنه کړي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مخابراتي شركتونو سيالۍ او د افغانستان عام وګړي", "output": "۲۰۰1 زيږديز كال څخه راپديخوا افغانستان كې د بيارغونې چارې ډيرې په چټكتيا سره پيل شوې، دافغانستان مخابراتي سكتور تر ټولو پر مخ ولاړ دا م خابراتي شبكې په دې وتوانيدې چې د افغانستان لرې پرتې سمې هم تر خپل پوښښ لاندې راولي. او نن ورځ هيواد وال كو� �اى شي چې ددې څخه ګټه واخلي. د مخابراتي شركتونو سيالۍ هغه مهال پيل شوې چې په كال ۲۰۰۳ زيږديز كال كې د افغان بيسيم په مقابل كې د روشن مخابراتي شركت خپل فعاليتونه پيل كړه او بيا د څو كاله ځنډ څخه وروسته يو بل عربي مخابراتي شركت د اريبا تر نامه لاندې په كال ۲۰۰۶ زيږديز كال كې خپل فعاليت پيل كړ. ددي شركت د � �اتګ له امله د افغانستان مخابراتي سكتور يو نوي پړاو ته ور د ننه شو. دا لمړنۍ شركت وه چې خپلو پيرودونكو ته يې د ثانيو په اساس د ريښتينې لګښټ اسانتيا چمتو كړه، او همدا اساسي لامل وه چې نورې شبكې هم په كال ۲۰۰۷ زيږديز كال كې دې ته اړ شوې چې د ثانيو په اساس خپلو پيرودونكو ته خدمتو نه چمتو كړي په كال ۲۰۰۷ زيږديز كال د عربي اماراتو مخابراتي شركت ډګړ ته راغي، د نوموړې شركت په راتګ سره د كورنۍ اړيكو بيې دقيقه يوې افغانۍ ته راښكته شوې، د وخت په تيريدو سره دي مثبتې سيالۍ دوام وموندو، دا په داسې حال كې چې مخابراتي شركتونه امنتې ستونزو څخه سر ټكوي او ۲۰۰۸ زيږديز كال د نوموړو شركتونو لپاره يو ستونزمن كال وه، او يو شمير پايې يې وسوځول � �وې.خو ددې سره سره د افغانستان وګړي په دې وتوانيدل چې په هرځاى كه په ټيټه بيه د انټرنټ او ټليفون څخه په داخلي او خارجې اړيكو ګټه واخلي آن تر دې چې اوسمهال د ام ټي ان د مخابراتي شركت پيرودونكي كولاى شي د داخلي اړيكو په بيه نړيوالې اړيكې ونيسي. اوسمهال دغه سيالي يو بل پړاو ته داخلي شوې چې په ۲۰۰۹ زيږديز كال كې ام ټي ان خپلو پيرودونكو لپاره چې د ۳ مياشتو په ترڅ كې ۲۵۰۰ افغانۍ او د هغه زيات لګښت ولري د ام ټي ان د ځانګړو پيرودونكو د جملې څخه ګڼل كيږي چې له مخې يې طلايي او نقريي شميرې او همداراز د ۳مياشتو لپاره د وړيا انټرنټ استعمال امتياز وركول كيږي ، د افغانستان په سترو ښارونو كې په ټاكل شويو هټۍ ګانو، هوټلونو او رسټو� �انټونو كې په كمښټ سره د سودا كول په كې هم شامل دى، چې بيا وروسته د روشن مخابراتي شركت هم خپلو پيرودونكو لپاره چې ډير لګښت ولري يو خاص ډول كارټونه وركول چې له مخې به يې د روشن د جايزو او فايدو ګټو د اخيستلو مستحق وګنل شي او په مشهورو خدماتي شركتونو لكه عزيزي بانك، او كام اير څخه په كمښت سره ګټه اخيستلي شي.دې م ثبتې سيالۍ د افغانستان وګړو ته په ډيره ګټه ورسوله او د خلكو په ژوند كې په مستقيم ډول بدلون او پرمختګ لامل � �و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "معراج الدین پټان في المیزان", "output": "څه موده وړاندې ولس مشر کرزي، د یوه نوي ابتکار په ترڅ کې، له هغه وروسته چې څوتنه پتلوني والیان یې ځای ځای په چارو کې د رسوائۍ تر بریده پاتې راغلل، د غزني ولایت � �پاره یو ولسي او د ولس له منځه راوتلی والي پر کار وګوماره. د نوې والي له ټاکنې سره سم د غزنیوالو په زړونو کې د دې هيلې وغوړېدې چې ښایي د والیانو د ټاکنې په برخه کې د ښاغلي کرزي دغه پرېکړه تر ټولو نورو وړاندینیو پرېکړو معقوله او پرځای وي، او لامل یې هماغه و چې د اوروپا له هوټلونو او موټرشوییو څخه راټولو شویو والیانو، که له یوې خوا ولس مشر ته پاله نه وه ور وړې، نو له بله اړخه یې د ولس ناهيلي هم هغه کچ ته رسولې وه چې نوره پرې تمامه وه. له بده مرغه د نوي والي له راتګ سره سم د هغه د حکمتیاريتوب، لږ لوست، مجاهدتوب، او کمې تجربې ډنډورې هم په غږېدلو شوې. که څه هم د ښاغلي کرزي د هر سالم نوښت په مقابل کې د دغسې مرئیو او نامرئیو ګټه-پالو خوله پرانیستل کېدل یوه تکراري او طبېعي ښکاره وه خو د ښاغلي فیضان په اړه د دې ډول څرګندونو موخه له هماغه پیله څرګنده وه. � �ومړی خو دا چې تر ده وړاندې والي، په ځانګړې توګه د کوریایي یرغمالیانو په قضیه کې د رسوایۍ تر بریده د ناکامۍ له امله ګوښه کېده، هغه هم باید د ځان سپیناوی کړی وای، هغه د ځان سپیناوي لپاره د نوي والي بدنامولو ته کار ووایه. دا یواځې زوړ والي نه و، بلکې پر یوه وخت څو داسې غرضي ډلې وې چې د ښاغلي فیضان ماموریت ته یې خنډونه جوړول او زوړ والي د دې ډلو په سر کې و. لاندې هڅه کوم دغه ډلې، او د مخالفت انګېزې یې خلکو ته روښانه کړم او په پای کې بیا د والي د لرې کېدلو پر انګېزو یوه درې فقره یي تبصره وکړم.د ښاغلي فیضان په اړه د ناسمو اوازو او تبلیغاتو ترس� �ه کوونکې لومړۍ ډله د ښاغلي پټان حاشیه او اطرافیان ول چې د هغه د جدايۍ او بېلتانه کړول.د ښاغلي پټان لپاره خو شرایط هم څه دغه ډول راغلي ول. هغه تازه تازه چوکۍ بایللې وه او ځان ورته ناکام ناکام برېښده. هغه پر دې پوهېده چې که په غزني کې هم د خوست تجربه تکرار شي، او د ده له پښې سپکولو وروسته د غزني وضعیت د خوست د امنیت او وضعې په څېر بهتر شي نو ښایي د هغه یوه رسوایي به دوه شي، او دی به یوځل بیا یو داسې والي وبلل شي چې څيرلي یې ورپسې تل نو� �و ګنډلي. هغه فیضان حزبي، جنایتکار، او اندرغل باله.د ښاغلي فیضان په اړه د هغه او نورو د ادعاوو غرضیتوب خو لا له هغه ځایه جوت و چې حزبیتوب یې د یوه جرم په توګه عنواناوه او په دې توګه فیضان د دولت په چوکاټ کې له بشي� �خان بغلاني، سباوون، جمعه خان همدرد، عبدالکریم خرم، فاروق وردګ، ارسلا جمال او آصف ننګ را وروسته اتم کس و چې په دې کمونیستي-سیتمه لهجه د حزبيتوب په جرم ازلي مجرم ګڼل کېده. معلومه نه ده چې حزبیتوب ولې جرم دی. آیا همدا اوس د پارلمان شاوخوا ۴۰ غړي هغه زاړه حزبیان نه دي چې ولس پارلمانونو ته استولي؟ آیا په ولایتي شو� �اګانو کې د حزب د پخوانیو غړیو شمېر لسګونو ته نه رسېږي؟ آیا ولس هم مجرم دی چې شوراګانو ته یې مجرمین استو� �ي؟جوته ده چې اسلامي حزب ته د افرادو په منسوبولو سره دغه خلک غواړي د حزب د زاړه مشر او اوسني دولت ترمنځ له ترینګلې فضا څخه شخصي استفادې وکړي او په دې توګه د بهرنیانو او دولت خواخوږي ترلاسه کړي خو لکه چې معلومه ده، ښاغلی کرزی تر دې خلکو یوه اندازه زیات هوښیار دی او تر ډېره یې دغه تېر هېر بللي.ښاغلي پټان، او د پردیو پر مټ ځینې نور غټان دا هم وایي چې ښاغلي فیضان د والي توب لپاره د کورنیو چارو په وزارت کې بډې ورکړې وې. بهتره به وای، که ښاغلی پټان پر دغو کیسو زموږ خوله پرانیستنې ته بهانې نه وای را ترلاسه کړي، کنه بیا خو د هغه او هېوادمل د � �يل کیسه ډېر ښه کیسه ایز پلاټ لري. هيله ده پټان صاحب چې خپلې شخصي تجربې به دې دومره په زغرده رسنیو ته نه � �اوباسي ځکه چې نن سبا خو خبرې ډېرې چټکې خپرېږي. په ښاغلي فیضان پسې د څرخو بلاوو دوهمه ډله د غزني د دعوه ګیرو هزاره وو وکیلان ول، چې ښاغلي پټان هزاره توکمو وروڼو ته، د نورو په پرتله او حساب، د ډېر نیږدېوالي له برکته د هغوی زړونه لاسته راوړي ول، او همدغه وه چې هغوی یې باید نمک پر ځای کړی وای. هغه خبره چې په پارلمان کې د ای� �انیان پلوو استاځې شاه ګل رضایي وشاربله، د ښاغلي فیضان د لږو زده کړو عنوانول و. دغه خبره چې په ولسي جرګه کې د ایرانیانو استاځې شاه ګل رضایي یې کوي، هغو لاړو ته ورته ده مخپورته یې توکي، او بېرته یې پر مخ را تویېږ ي.غزنیوالو ته په عمومي ډول، او د ښاغلي فیضان پېژاندو ته په ځانګړې ټول جوته ده چې ښاغلی فیضان یو ځيرک مشر، ښه او تکړه ویناوال، د ښه اخلاقي جرأت لرونکی، او خبرې ته ښه غوږ اېښودونکی شخص و. ښاغلې رضایي باید وپوهېږي چې د هغې په څېر لغت پرانان د همدې فیضان په وړاندې د نیم استدلال خاوندان هم نه دي. له نېکه مرغه په پښتنو کې یواځې هغه کسان سرته وتلای او مشرۍ ته رسېدلای شي چې استدلال او معقولیت ولري او لامل یې خپله د پښتنو هوښیارتوب او هيښتوب دی چې له قناعت پرته چا ته د خبرې سر نه پرېږدي. پښتانه د چا د تحصيلي اسنادو پنډ ته هم نه ګوري، بلکې د هغه عملي پوهې، او د ستونزو د حلولو او هوارولو استعداد ته ګوري. زموږ جرګې او خونې له همداسې نالوستو ډکې دي چې د رضایي په څېر لوستې او کاغذي پوهان یې تل ښه استدلال او معقولیت ته ګوته په غاښ پاتې کېږي. ښاغلی فیضان د داسې جهادي سنګر پوه او عالم دی چې د سنګرتوب ترڅنګ یې د مدرسې او پوهنتون حیثیت هم لرلی. دهغه هره شېبه پر زده کړه � �ګېدلې او زده کړې یې یواځې د کتاب له پاڼو نه، بلکې پر کتاب سربېره د ژوند له پاڼو هم کړي دي. پر هغه د بې سوادۍ د تور د لګوونکیو د جهالت د اثبات لپاره همدغه کفایت کوي چې هغوی د ژوند د کتاب له ډېرو وروستیو پاڼو هم زده کړه نه ده کړې او آن د کرزي صاحب د نظام د اوسني سیستم او بیوګرافیو مطالعه یې هم نه ده کړې.خو په سربېره هم، که د کرزي په نظام کې لوستي او نالوستي پرتله کړو نو تر ډېره د سعدي هغه بیت رایاد شي چې وايي:فضل الهي که میسر � �ود خوانده و ناخوانده برابر شود.دلته خو چې د بې سرحده دوستانو فضل او کرم میسر شي نو د فیضان په څېر یو پوه او تجربه کار وګړی خو څه چې د رشید دوستم په څېر یو ازمویلی شین غوږی هم وزیر کېدلای شي. وزیر څه چې د ولس مشر سلاکار او معاون کېدلای شي. آغلې شاه ګل رضایي چې په والیانو کې د پي ایچ ډی ګانو په لټه کې ده له اسدالله خالد سره ولې په ادب چلېدلې، د یوه مقننه اورګان د یوه غړي په توګه د ولسمشر د سلاکارو وزیرانو او معاونینو پر اسنادو ولې غلې پاتې ده، پر دوستم ولې غلې پاتې ده، دوستم کوم پوهنتون لوستی، د دولت د ګڼو � �وړپوړیو چارواکیو په بې سوادۍ او جعلي اسنادو ولې غلې پاتې ده، پر شېرزي ولې نه غږېږي، په جان محمد خان ولې تبصره نه کوي، او بالآخره یې همدغه نیوکه په پټان ولې نه درلوده. پر اسماعیل خان ولې نه غېږي چې مسلک یې توپچي دی، او چارې د برېښنا سمبالوي. آیا دې ټولو آغلې ته خپل درسي اسناد ښودلي؟که دا چې د هغې په نظر لازمه ده هر یو پوه کس دې د ایران نه په فلسفه یا ایراني ټرمینالوجۍ کې ماستري ولري؟ همدغسې یوه تبصره څه موده وړاندې د ښاغلي خرم په اړه هم له یوه بل ستمي چینجن مغزي اورېدل شوې وه چې هغه ته یې د جاهل نسبت کړی و، او هغه هم په دې چې د حافظ او سعدي پر بیتونو نه پوهېده. موږ وایو خدای دې دغسې وګړي ډېر کړي چې د حافظ او سعدي پر بیتونو ونه پوهېږي، ایله به مو � �وستي خلک د خپلې ژبې ویلو ته وزګار شي.درېیمه ډله د پټان د لاسي شوراګانو پاتې شوني ول چې فیضان ته یې غوني ګونج ول. کله چې ښاغلي پټان د خپل حکومت پر مهال د خپلو پښو ټینګولو لپاره د قومونو په نامه زوړپالي رګونه تخنول، او قومي اجنډا لرونکي شوراګانې یې رامنځته کړلې نو یوه ډله ملګري یې پیدا کړل. د هغه له تګ وروسته د هغه � �اسي شوراګانې شنډېدلې او د ځنکدن پر بستر پرتو شوراګانو باید د ځنکدن زږېروي او ترپکې وهلي وای چې دغه ترپکې د دې ډول زهرجنو او تکراري نعرو په بڼه راڅرګندېدلی. دغه شوراګانې د پټان یواځېنی لاسته راوړنه ګڼل کېږي چې د غزني د ولسونو د بېلولو او پر قومونو وېشلو پایله یې و درلوده.له دې ډلو ور آخوا د ښاغلي کرزي په ټول نظام کې د کم ونیستي پاتې شونو د سرطان ډوله، بلکې ایډز ډوله حرکت بابیزه ګڼل هم بې انصافي برېښي. کمونستان چې د پټان پر دستارخوان د حمیدبابا د عسلو د مرچکانو په څېر راټول ول، یواځې کېدل، او ښایي ريښتیا یې هم د دوی په اصطلاح د م جاهد جنایتکار والي (!) تر څنګ وېره محسوسوله. هغوی ته دا جوته وه چې نوی والي د ولس له منځه او ولس روزلی دی، او ولس ته د نیږدې پاتې کېدلو لپاره د کمونیستانو جنایتکارو رټل د هر افغاني سیاستوال لومړنۍ اړتیا وه. همدغه و چې د کمونیستانو خوبونه ګډوډېدل شول او پر هرهرڅه یې خولې پرانیستلې. د یوه والي یوه مهمه دنده له ولس سره په ګډه د حکومتدارۍ چارې سمبالول او نیږدې اړیکې رامنځته کول وي چې ښاغلي پټان او پردیو پرمټ نورو غټانو دغه استعداد نه درلود، او د نه درلودلو علت یې تر ډېره همدغه و چې هغوی ښایي د غالیو او دریو په پرتله پر ډایننګ ټېبلونو او کوچونو د کښېناستلو ډېر روږدي ول او د له لرې راغلیو، ستړیو او ګردوهلو هېوادوالو ترڅنګ کښېناستل و� �ته کسر شان ښکارېده. د غزني لرې شوي والي د یوه هوښیار او ځیرک ولس مشر دی. هغه عملي غږېده، او عملي چلېده، لغت پران او دوه مخی نه و، ولس ته یې په لږ وخت کې ډېر ډاډ ورکړ، د هغه له راتګ سره سم په سلګونو وګړي د سولي له بهیر سره یوځای شول او د دې کار مهم دلیل دا و چې د هغه د واک پر مهال د این ایس پي پروژې د غزني ټولو ولایتونو ته وغځېدې چې تر ډېره د همده له برکته وې. هغه څه چې د یوه ښه مشر لپاره ډېر لازمي ګڼل کېږي، او بدبختانه د کرزي صاحب د نظام ۹۹٪ چارواکي ورڅخه بې برخي دي، خدایي توکل او زړورتیا ده. په داسې حال کې چې ښاغلي پټان او نورو د غزني پر څړکونو د عامو وګړیو ګرځېدل هم د ځان لپاره خطرناک بلل، ښاغلي فیضان د خپل کار د دفتر دروازه پرانیستې پرېښې وه، او هر سړي ورسره په ازادانه توګه، هر وخت چې غوښتلای لیدلای او رغبړ کولای شوای. د هغه همدغه کار که له یوه پ� �وه د یوه عام باور او اعتماد رامنځته کېدلو ته لاره هواروله، نو له بله پلوه یې د نوموړي لوی شخص هدفمندي او پاکوالی زباداوه. ښاغلي فیضان ته د کار لپاره لږ وخت ورکړل شو، د ښاغلي پټان د وخت ایله څلورمه برخه، خو هغه په همدې څلورمې کې د پټان په پرتله څلورچنده فعال و. هغه نمایشي کارونه لږ وکړل، خو لږ تر لږه یوه داسې کارنامه یې پرېښوده چې د ټول دولت او هېواد په کچه بې سارې وه. د هغه د راتګ پر مهال په سلګونو تنه د سولې له بهير سره یوځای شول، د سیمې مشهور ناراضي وګړي ښار ته رامات شول، او د چارواکیو په وړاندې د نرمښت او نیږدېوالې یوه عموم ي روحیه په غځېدا شوه. هغه د جهاد د شهیدانو پر کورنیو وګرځېد، او هغوی ته یې د ترڅنګ والي ډاډ ورکړ. هغه کلي کلي ته ولس مشر د ملي ورورولۍ پیغام ورساوه، ولسوالیو ته ولاړ، کلیو ته ولاړ، او د ښار په څنډو کې بې تشریفاتو وګرځېد. د ده برعکس، پټان هیڅکله په عامه غونډه یا ناسته کې ونه لیدل شو، او لکه د شهدو د عسلو ملکه، هیڅکله � �ه خپل ګبیني څخه را بهر نشو. د غزني لري شوي والي د قومونو په سره نیږدې کولو کې زیات رول درلود. هغه به تل خلکو ته د جهاد دمهال ولسي اتحاد او اتفاق ور یاداوه او هغوی به یې همهغې ورورولۍ ته ور بلل. په کابل پوهنتون کې د هزاره توکمو محصلینو لخوا هغه ته ځانګړې غونډه ترتیبېدل، او هغه ته د یوه مهربانه والي خطاب ورکول د همدغې ښکارې دلیل و. د غزني د لري شوي والي د مؤثریت یوه بېلګه دا وه چې د هغه د واک پر مهال په لومړي ځل د نا امنه و� �سوالیو وګړیو د ولایتي شورا تر څارنې لاندې، د مرستو توکي تر لاسه کړل. په دې وروستیو کې د اندړو ولسوالۍ په ز� �ګونو کورنیو د کرزي د دولت تر پیل را په دېخوا، په لومړي ځل د خوراکي توکیو پراخې مرستې ترلاسه کړې. دا همهغه خ� �ک ول چې د دولتي یا بهرنۍ مرستې ترلاسه کول ورته ناشوني ول او هغوی یې د مرګ پولې ته رسولای شوای خو په نا ام نیه ولسوالیو کې د مرستو ترلاسه کوونکیو مجازات نور د مخالفینو د وس کار نه دی، او لږ تر لږه د اوس لپاره د دې ولسي والي له برکته د ويرې دا خپسه د ولس له اوږو پورته شوې ده. د هغه د واک پر مهال د این ایس پي پروګرام په � �ېرو جنجالي ولسوالیو کې هم روان شو، هغه چې د نورو پر مهال یې چا خوب هم نشوای لیدلای.د هغه له راتګ وروسته، د اندړو په لویه سیمه کې د ناوړو پېښو کچه ۸۰٪ ته را ښکته شوه چې دا د نوموړي د مؤثریت غوره دلیل دی. د ښاغلي پټان د ناکامي یو لامل، د هغه پڅه ژبه وه چې هیڅکله یې پر ځای محاورې نه کارولې. کله ناکله خو به یې بشپړ ولسونه ښکنځل، او ځان به یې د یوه بې سواده او کم ظرفیته ولس مشر او والي ګاڼه. هغه د خلکو د فرهنګي دودونو او عنعنو قدر نه کاوه، پر قومونو او ولسونو یې پرې اچولې. پر خپلو خبرو د هغه د نه حاکمیت یوه بېلګه پر کوریایي ښځو د جنسي تېري په اړه د هغه وینا وه چې هغه یې پرمهال د هیڅ کلتوري ارزښت، یا ملي سپکاوي خیال ونه ساته. په داسې حال کې چې کو� �یایي وګړیو لا دغسې سپکه خبره ونه کړه، خو ښاغلي پټان، له هر ډول پټاني دود څخه سترګې پټې کړې، او پر دغسې یوې سپیتانې یې خوله پرانیستله. اوس دې دا پرېکړه بیا هم خلکو ته پرېښودل شي، چې آیا ډېرلوست مهم دی، او که د ډېر لوست پر تقاضاوو پوره والی. ښاغلی پټان یو ضدي، کین کښ، او لېونی شخص دی، او د دې خبرې یو عمده دلیل دا دی چې دا دی څو میاشتې وروسته هم د هغه غوسه نه ده سړه شوې او پر ګوښه شوي فیضان لا هم پر تورونو لګولو صرفه نه کوي. دا قضاوت هم اوس په خلکو پورې اړه لري چې آیا دغسې عصباني او کین کښ سړی د غزني په څېر یو جنجالي ولایت اداره کولای شي او کنه.په تېره اخیره غواړم د ښاغلي فیضان د لرې کېدلو پر لاملونو و غږېږم. تر دې دمه چې کومې تبصرې د ښاغلي فیضان د مخالفینو له لورې شوي، په هغو کې یې ډېرې زغردې دا دي:لومړی: ښاغلي فیضان اختلاس کړی: پوښتنه دا ده چې آیا د اختلاس سزا په آبرومندۍ سره له دندې ګوښه کول دي؟ که داسې وي، نو بیا خو دا ښاغلي پر ښاغلي کرزي مستقیم وارونه کوي، او جوته نه ده چې هغه پرې ولې غلی دی. له دې خبرې سره یوه بله رایاده شو، چې وایي یو چا ته چا وېلې ول چې په م� �ر کې، پر ګودرونو ښې مستې نجونې دي، او خلکو ته له لرې اشارې کوي، کله چې هغه کس مقر ته تللی و، نو یوې نجلۍ ته یې له ورایه سترګک وهلی و، هغه هم پښتنه وه، او پرچغو یې دنیا را خبره کړې وه، وایي کله چې خلکو هغه سړی را ایسار کړ، نو سړي چغې وهلې چې وا خلکو، مقر یې نه بولۍ، او که یې ګودر نه بولۍ. نو ښاغلیه پټانه ! خبره داده چې د کرزي حکومت یې نه بولې او که څه خبره ده. تا نه دي اورېدلي لکه چرګه چې پر خپلو هګیو کښېني، دکرزي صاحب حکومت د ښامارانو پر هګیو ناست دی، او ښاماران راوباسي. لومړی راشه در ویې ښیم چې کارته ای پروان د درمسال شاوخوا سیمه پنجشېریانو له کوم مدرکه ولجه کړه؟ چې اختلاس یې نه دی کړی نو په پنجشېر کې کومې هوارې او جایدادونه ول چې فهیم، قانوني، جرأت او نورو وپلورل او دلته یې ځمکې پرې را ونیولې. بیا به دې تر لاس ونیسم، او په شېرپور کې به د ښاغلي هېوادمل بنګلې در وښیم، همداسې به سیده راشو، په وزیراکبرخان کې به د انجنیرصاحب احمدشاه جایدادونو ته لاس په لاس ودرېږو. بیا به کوټه سنګي او خوشحال مېنه کې د حاجي صاحب شېرعالم خان بنګلو ته و درېږو. دغسې به راشو، د غزني پر لاسه به د ښاغلي استاد سیاف د ښارګوټیو نندارې وکړو، چې غزني ته رانیږدې کېږو نو د روضې د کوتل پر سر به د ښاغلي اسدالله خالد پر څلیو ودرېږو، او هغه ته به د سرسلامتۍ دوعا وکړو، او کله چې غزني ته را ورسېدلو، نو د غزني د ښاروال پر هوټلونو به وګرځو، او د هغه پر ولجه شویو ځمکو به چکر ووهو. دا ته په کومه مدینه فاضله کې ګرځې چې د خپل هېواد وضعیت دې هېر دی. ته او خدای چې که کرزی صاحب په داسې اختلاسونو پسې وګرځي نو تا به په آرام پرېږدي؟خبره دا ده چې که یو غیر مؤثر او حتی مضر او بې کفایته سړی چې اختلاس یې هم ښکرور وي، په واک پاتې کېدلای شي، نو یو داسې سړی چې � �ېر اغېزمن اوسېدلی، او په لږ وخت کې یې غټې لاسته راوړنې لرلي، لې د اختلاس په عنوان بدنامېدای شي.غوره به دا وای چې د پټان په څېر ښاغلي د اختلاس د لفظ په ژبه راوړل خو څه چې تر څنګ هم نه تېرېدای، ځکه چې دغه ساحې خو د همدوی ټولو لپاره د خطر سیمې دي.دوهم لامل چې ډېره ورته ګوته نیول کېږي، د ښاغلي فیضان په اړه شکایتونه دي. دا خو جوته ده چې شکایتونه په اوسني نظام کې تر شکایتونو زیات شیطانتونو ته پاتې کېږي. علت یې هم دا دی چې شکایت د اص� �اح په موخه، او شیطانت د تخریب په موخه ترسره کېږي. د ښاغلي فیضان په اړه شکایتونه شکایتونه ځکه نشي ګڼل کېدای چی د اصلاح په منظور نه دي شوي، او که د اصلاح په غرض شوي وای نو باید ښاغلي فیضان ته د اصلاح لپاره وخت هم و� �کړل شوی وای. د هغه په اړه شکایتونه له لاندې څخه هیڅ سرچینه نه لري، او په اصطلاح دیموکراتیک سیر یې نه دی طی کړی. لامل یې دا دی چې خلک شکایت نه لري، وکيلان یې لري. خلک وایي موږ تر پخوا ډېر خوښ یو، ځکه چې کورونه مو د ښاغ� �ي پټان تر رخصتېدلو وروسته نه دي تالاشي شوي، خو وکيلان وایي خلک ناراضه دي. خلک وایي موږ خوښ یو، ځکه چې د نا امنه سیمو اوسېدونکیو په لومړي ځل د خوراکي توکیو ښې مرستې ترلاسه کړې. وکيلان صاحبان وایي خلک بدتري محسوسوي. زه وایم لومړی خو شکایتونه نه دي شوي، او شیطانتونه شوي، او بیا نو زه شخصا پر ښاغلي کرزي دا نیک ګومان کولای شم چې هغه شیطانتونه په اسانه نه مني. د دې خبرې یو زغرد دلیل دا دی چې د پکتیکا ولس د مرحوم محمد علي جلالي په مشرۍ په میاشتو میاشتو د ګلاب منګل د شړلو لپاره وهڅېد، خو بالآخره یې هم ښاغلي کرزي شکایت-چې ريښتینی شکایت و- ونه مانه، او پرېکړه یې د آیساف او اوروپایي اتحادیې استاځي مایکل ډېنیل ته پرېښوده، او په کومه ورځ چې جرګې له هغه شین سترګي سره ولیدل، پر سبا یې ګلاب منګل بستره ونغښته.درېیمه خبره، او لامل چې زه یې ريښتینی لامل بو� �م، یو څه زیات فلسفي او پېچلی دی. خبره داده چې د کرزي صاحب د نظام تر پردې شاته یوه نابیان شوې تګلاره شته، او د هغې تګلارې پر اساس په دې نظام کې هیڅ داسې کس ځای نه لري چې سپین وایي، حق وایي، زغرد وایي، او په نېکو کارونو کې محافظه کاري نه کوي. دا هغه تګلاره ده چې ښاغلی احدي غوندې پښتو پال او د پښتو په نوم رسېدلی یې پاړسي لمانځنې ته اړویستلی، د جلالي او اشرف غني احمدزي په څېر سپین ژبي یې شرتېیلي، او د ښاغلي فیضان الله فیضان په څېر ډېر پاک-طینته یې له سیستمه شاته تمبولي. ښاغلی کرزی هغه څه ته چې ده غوښتل پرېنښودل شو. هغه له انتخاباتو وړاندې اعلان وکړ چې زه به په هیڅ ډول په دولت کې ګډوله او ایتلاف ونه منم، خو هغه ایتلافي دولت خو څه چې په دولت کې دننه اپوزیسیون منلو ته اړویستل شو، پر هغه محقق وتپل شو، او پر هغه احمدضیا وتپل شو. بالآخره هغه څه وشول چې ښاغلي کرزي ورڅخه وېره درلوده. ښاغلی کرزی نور باید د دولت تر پایه دوه مخی پاتې شوی وای، او د دولت په دننه کې یې مختلف لوري خوښ ساتلي وای. همهغه وه چې د کرزي لاسلاندي هم د هغه پرلیکه روان، او دهغه قول مصداق شول چې وایي: الناس علی دین ملوکهم یعنې خلک د خپلو چارواکو پر دین دي. له بده مرغه دوه مخیتوب د ښاغلي کرزي د دولت سیکه � �وه. دوه مزاجي د دې دولت غوښتنه شوه. ښاغلی کرزی له داسې اروایي حالتونو سره مخ شو چې اوس نو کولای شي په یوه د� �یقه کې ښه غمجن وژاړي، او په ورپسې دقیقه کې ښه په خرت وخاندي. د هغه په سیستم کې د لوی څارنوال په څېر سرتمبه ګان هم د کوچو په څېر نرم او پاسته شول. داسې ښکارې چې ښاغلی کرزی خلکو ته د خپلو احساساتو د وژلو تمرین ورکوي. داسې ښکاري چې د هغه په وړاندیز شوي افغانستان کې باید غوسه ناک خلک، خوشحاله خلک، ژړندوکي خلک، پرېکنده خلک، او په کار پسې خلک، جدي خلک، او اصول پال خلک ځای ونه لري، او یواځې او یواځې هغه خلک پکې ځای ولرلای شي چې نه ژړا � �ري، نه خندا لري، نه حیرانېږي، او نه ځورېږي او نه غوسه لري. یواځې او یواځې خبره مني، او لکه د زلمي هېوادمل، پر مایلو سطحو چټک رغړي.ښاغلی فیضان د همدې وروستۍ تګلارې قرباني شو، او تر هغو چې ټول افغانان د ښاغلي کرزي لیکې ته راځي، او افلاطوني ښار ودانېږي، ښایي د ډېرو نورو برخلیک هم د ښاغلي فیضان او جمعه خان همدرد د برخلیکونو پر پله ورشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتياکې ددولتي ځواکونوسره په نښته کې درې تنه نيول شوي", "output": "دپکتيا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو سره په يوه نښته کې ديوټپي شوی وسله وال په ګډون درې تنه نيول شوي دي. پنجشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د زمري ١٣ علي احمد رفيقي - کندهار دپکتيا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو سره په يوه نښته کې ديوټپي شوی وسله وال په ګډون درې تنه نيول شوي دي. په سيمه کې دولتي چارواکو ويلي دي چې دملي اردو ځواکونو دارګون ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې دشکمنو طالبانو په يو مرکز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې يوه اندازه سپکه او درنه وسله ونيول شوه، داسې هم ويل کېږي چې په دغه مرکز کې ديو ډول بمونو جوړولو يو لابراتوار هم نيول شوی چې وروسته بيا له مينځه يوړل شو. چارواکو ويلي چې نيول شوي مخالف وسله وال يې دپوښتنو ګروېږنو لپاره په کندهار کې امريکايي پوځي اډې ته لېږدولي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستان کې د يوې چاودنې له امله 2مړه او 1ټپي شو.", "output": "دغه پيښه د ياد شوې هيواد د پنجاب ايالت په ساهيوال ولسوالې کې رامنځته شوه. د دغې چاودنې پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې خو پوليس وايې چې پر دي اړه پلټنې رواني دي. د راپورونو له مخې په وژل شوو کسانو کې پر يو تن داسې شک کيږي چې نوموړي د بايسيکل له لاري چاوديدونکې توکې له يو ځاي څخه بل ځاي ته استول. خو د سيمه ييز پوليس د مشر په وينا تر اوسه دا څرگنده نه ده چې وژل شوې تن دا چاوديدونکې توکې د ځانمرگې بريد لپاره يا پر کوم بل ځاې کې د ځاې پر ځاې کولو لپاره استول. دغه مشر زياته کړه چې پيښه د څارويو پلورنځې يا منډي سره نږدې چې د خلکو گڼه گوڼه هم وه رامنځته شوې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان کرکیټ لوبډلې بوتان ته سخته ماتې ورکړه", "output": "عزمت علی د افغانستان د نویو ځوانانو د کریکټ ملي لوبډلي په کویټ کې د خپلو سیالیو په دوام تیره ورځ ناوخته د بوټان هیواد وتلي ټیم ته سخته ماتې ورکړه.د ملي المپیک د کميتې د خپرونو مسول عارف پیمان وایې چې د هیواد ځوان کرکیټ بازان وتوانیدل چې د بوتان پیاوړې ټیم د نمرو په لوی توپیر له خپلې مخې هیسته کړي.د افغانستان د ځوانانو د کرکیټ ټیم په داسي حال کې بوټان هیواد ته ماتې ورکوي چې د هیواد د کرکیټ ملي ټیم هم نړیوال جام ته د غوراوي په � �وبو کې د متواترو بریالي توبونو تر لاسه کولو وروسته پرون هیواد ته را ورسید."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "NBC:افغان جنرالان د حقاني له طالبانو سره مرسته کوي", "output": "NBC:افغان جنرالان د حقاني � �ه طالبانو سره مرسته کوي ترتيب او ايډيټ:Carol Grisanti پښتو ژباړه: م.ج د طالبانو د ډلي يو مشهور قوماندان چې ويل کيږي له القاعدې ډلي سره هم نژدې اړيکي لري له NBC امریکاېې خبري رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې د افغان دولت ځيني چارواکي له دوي سره د امریکايي او ناټو ځواکونو پر وړاندي جگړه کې مرسته کوي .NBC چې دا مرکه ېی نن د جولاۍ په 31 خپره کړي واېې مرکه له حقاني سره په افغانستان کې شوي ده .حقاني په خپله دې مرکه کې واېې چې د افغان دولت مفسدعناصر چې په لوړو حکومتي څوکیو کار کوي د طالبانو د نظامي عملیاتو د ب� �یالي توب اصلی لامل دی .حقانی واېې دا چارواکي ځکه له مونږ سره مرسته کوی چې هغوي د خپل شخصی امنيت په اړه انديښنه لري .د نوموړي پر وینا چې همدا چارواکي زمونږ طالبانو ته د امریکايي او ناټو ځواکونو د تحرکاتو په اړه اطلاعات راکوي.د جلال الدین حقانی زوی سراج الدین حقانی چې 28 کاله عمر لري اوس د افغانستان او پاکستان په اوسنی پوله کی د گن شمیر بهرنیو او کورنیو جنگیالیو مشری پر غاره لری .NBC تلویزیون وایی چی حقانی دا مرکه د خوست په ولايت کې په داسي یوه سیمه کې د دوي له خبریال مشتاق یوسفزی سره کړي چیرته چې کلک امنيتي تدبیرونه د طالبانو له خوا نيول شوی ول .يادي شوي امریکایی رسنۍ ویلی چې س� �اج الدین حقانی په ښه روغتیايس حالت کې وو چی له دوي سره ېې مرکه کوله او داسی ویل کيږي چې یو شمير عرب او د نورو ملکونو جنگیالي هم په هغه سیمه کی ول چیرته چې مرکه تر سره شوي ده .د سراج الدین حقانی پلار جلال الدین حقانی په افغانستان کې د پخواني شوروي د یرغل پر مهال د امریکې له استخباراتي اداری CIA سره نژدې اړيکي ل� �لي خو دا اړيکي د افغان جهاد له بریالی توب وروسته په دښمني بدلي شوي . اوس امریکاېې ځواکونو د جلال الدین ح قانی پر سر باندي 200000 امریکايي ډالر انعام ايښی دی .سراج الدين په خپله دې مرکه کې ویلي چې يوازي افغان جنگیالي نه بلکه له ده سره عرب او د نورو ملکونو بهرني جنگیالي هم شته چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر وړاندي جنگيږي . حقاني NBC ته وويل:مونږ قبايل يو، زمونږ سيمه بهرنيو اشغال کړي ده او مونږ د نړۍ له ټولو مسلمانو وروڼو غوښتي چې زمونږ مرستي ته راشي چې همداسی هم کيږي . حقاني NBC ټلویزیون ته په کابل کې د سرينا پر هوټل او همدا راز د مجاهدينو دجشن د مراسمو پر مهال په ولسمشر کرزي د برید پړا پر خپله غاړه واخيسته .حقاني وويل چی دا برید مونږ وکړ اوپه دې بريد کې د افغان پوځ ځينو جنرالانو راسره م� �سته کړي وه .د NBC د دې رپوټ ايډيټره ميرمن Carol Grisanti واېې چې د دوي خبریال مشتاق يوسفزی په پاکستان کې د قابیلی طالب مشرانو په مرسته له حقاني سره اړيکی ټينگي کړي او بیا ېې ورسره مرکه وکړه . يوسفزی واېې چې حقاني په سیمه کې آزاد تگ راتگ نه شی کولای او د پاکستانی طالب مشرانو په مټ دی د � �بایلو له تل نومي سیمي څخه د خوست ولایت ته په یو پیک اپ موټر کې د مرکي لپاره وړل شوی وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې د سیارې دفتر پښتو ژباړن ته اړتیا لري", "output": "په کابل کې د سیارې په نامه مطبوعاتي دفتر د پښتو ژبي یوه ژباړن ته اړتیا لري . تاسو کولای شی د فبرورۍ میاشتي تر دوویشتمي نیټی خپل اسناد په لاندي پته را وليږۍ. Sayara Media & CommunicationAddress: House No. 1, Street No. 7, Qala-e-Fatullah, Kabul, AfghanistanEmail: job@sayara-media.comWeb: www.sayara-media.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سورغر اوونيزې درېيمه ګڼه چاپ شوه", "output": "د سورغر اوونيزې درېيمه ګڼه (د زمري ۱۲مې ګڼه) د تل په شان په اتو مخونوكې چاپ شوه چې بېلابېل مطالب په كې راغلي دي، د اوونيزو راپورونو تر څنګ يې ځينې نړيوال خبرونه، سياسي او ټولنيزې تبصرې دغه راز نور په زړه پوري مطالب خپاره كړي دي. د برېښناليك پته يې دا ده: surgar.weekly@gmail.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ننګرهار کې په دوه ملیونه ډالره سټډیوم جوړیږي", "output": "میرویس جلالزی ټاکل شوي چې ډیر ژر په ننګرهار ولایت کې د هغه لوبغالي د جوړیدو عملي کار پیل شي چې په اتیا جریبه ځمکه کې په جلال آباد ښار کې د جوړیدو په درشل کې دی. د دغه سټډیوم د جوړولو چاري د جدې میاشتې په دیرشمه نیټه د ملي المپیک د کميتې د مشر ظاهر اخبر له لوري پرانیستل شوې. په دغه لوبغالې به دوه ملیونه امریکایي ډالر لګښت راشي چې د ملي المپیک د کميټې له پراختیایې بودجې څخه ورکول کیږي. د یوه مناسب لوبغالې نه شتون هغه ستونزه وه چې ډیری ننګرهاري ورزشکاران تر نن ورځي پوري ورسره لاس او ګریوان دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان : سريلانکا دي د باميانو د بتانو په جوړونه کي مرسته وکړي", "output": "کابل : ميرويس جلالزی افغانستان له سریلانکا غوښتي چه د بامیانو د رنگ شویو بتانو د رغوني په کار کښي دي له افغانستان سره مرسته وکړي د سریلانکا د بهرنو چارو وزیر د مرستیال ویسا وارنا پالا په ژبه له سریلانکا نه د مرستي دا غوستنه هغه افغان هیت کړې کوم چه څه موده وړاندي اندونیزیا ته ستون شوی وو . د یادوني وړ ده چه د بودا دا دوه نومیالي بوتان چه په نړۍ کښي یې خاص شهرت درلود په کال 1380 کښي کله چه طالبانو په افغانستان واکمني کوله د توغندیو په ډزو ونړول شول چه وروسته بیا د نړۍ د گوډ گوډ نه د گن شمیرو هیوادو غبرگونونه د طالبانو دې عمل راوپارول"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ټپي شوی سویډنی سرتیری ومړ.", "output": "نن خبریالانو ته دنړیوال مرستندویه ځواک یا ایساف ویاند انډریو ایلمس وویل چې دتیرې میاشتې په ٢٥ په مزارشریف کې دچاودنې په ترڅ هغه سویډنی سرتیری چې ټپي شوی وه دتیرې جمعې په ورځ مړ شوی. خو ویاند پدې ټکي ټینگار کوي چې د سویډن هیواد دافغانستان امنیت ته ژمن دی او دامهال ددغه هیواد سرتیري دایساف تر قوماندې لاندې دامنیت په چارو بوخت دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تورمار", "output": "له خوبه چې راپاڅېده سترګې يې ومښلې اوپه خپل ځاى كېناسته ،خپل سورى سورى ټيكرى يې راكش اوپر سريې سم كړ،څوځايه پينه شوې كلوشې يې پر پښوكړې روانه شوه اوبلې كېږدۍ ته ننوته ،ترښايسته ځنډ وروسته يې بېګانى جوارى اويوكلوله پياز په پلو كې واچول اوله كيږدۍ څخه راووته ،خوب يې لا له سترګو پوره نه وه الوتى اولكه ټال ځنګېده ،لكړه يې راواخسته او رمه يې روانه كړه ،صبرو چې پايندۍ وليده نوپه بادام ګل يې غږ كړه باداميه ومرګ دې يوسه تادخوب ګوډى هغه ده پايندۍ خپل مالونه راخوشې كړل اوته لاپروت يې بادام هم ژر راپورته او دچوپال په طرف روان شو موريې ورته جوارى او لږ پنېرپه دستمال كې وتړل پتكى يې غاړه كې واچاوه اوپه مال پسې شوه،دوى دواړو به هره ورځ په ګډه خپل وري اوسېرلي دڅړ لپاره دغره لمنې بېول ،پايندۍ بل ورور ياخور نه درلود موريې تېركال دكډوپه وخت كې خپل يوه ليوني اوښ دسينې لاندې كړې او وژلې يې وه ،پلاريې بل واده وكړ دې كورته دميرې له راتګ سره سم دپايندۍ دبدمرغۍ ورځې شروع شوې ،ډېره بده رويه به يې ورسره كوله سهاربه يې ورته مالونه مخكې كړل اوبيګاته به په تياره ستړې ستومانه اوخوبولې راغله كله به مړه اوكله هم وږې ويده شوه ،اوس يې پلار هم هغه پخوانۍ مينه نه وركوله هغه ته به يې چې مېرمنې څنګه (ډول واهه )دى به ورته ګډېده . غرمه شوه بادام او پايندۍخپل جوارى وخوړ دلمرپيتاوي ته ناست وو،لمريې پرهډوكوښه ولګېده نوځكه خو يې دپاچاهۍ خوب هم ميلمه شو،رښتياده چې خوب راشي بالښت نه غواړي ،رمه يې لمرته پنډه شوې وه ،هغه ژېړ مازديګر له خوبه راپورته شوه مالونه يې كټېدلي وو ،ژريې بادام هم رابيداركړ او دمال په راټولولويې پيل وكړ ،خودپايندۍ يوسېرلى نه وو اخوادېخوا يې په نژدې ځايونوكې ډېر وكتل خو پيدايې نكړ ،بادام پايندۍ ته كړه راځه چې اوس ولاړ شوه سبابه يې په رڼا وګورو خو پايندۍ ته دميرې خبر نيغې سترګوته ودرېدې :كه دې كوم ورى يا سېرلى ورك كړ نو ستابه هم همغه حال وي ،نه نه ! زه نشم تلاى زه يې ګورم كه پيدايې نكړم اوكورته ولاړه شم نو ابۍ به مې مړه كړي ،خودبادام له اصرار وروسته زړه نازړه روانه شوه ، ماښام تېروو چې پايندۍ كېږدۍ ته ورسېده دميرې له وېرې يې پټ پټ دكېږدۍ پېڅول پورته كړ اوغلې پرېوته،دسحرله رڼاسره سم غره ته روانه شوه ،اودسېرلي په لټه يې پيل وكړ ډېر زيات يې ولټاوه خو پيدايې نكړ ،بادام هم خپله اوهم دپايندې رمه غره ته راپورته كړه ،بادام بېغمه شپېلۍ وهله چې ناڅاپه يې پرپايندۍ پام شو چې په يوه غټه پرخه پرته ده بادام فكروكړ چې ګنې هغه بياويده ده نويې له همدې ځايه ورته نارې كړې پاڅېږه لېونۍ سېرلى دې ولټوه كه پيدادې نكړنوميره به دې ووهي خو پايندې لا هماغسې پرته وه ، ده ورته په ټوكه وويل دالمروګوره او ستاخوب ګوره چې اوس دې څومره كشوم ، دهغې ښي لاس يې ونيوه او ټكان يې وركړ له همدې سره يوتور مار دپايندۍ له ډډې په څښېدوشو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غزني له ولايت څخه د چاودني خبر خپور شو", "output": "د نوموړي ولايت د ګيرو ولسوالۍ يو ام نتي مسول چې نه يي غوښتل نوم يې خپلور شې پرون خبري رسنيو ته وويل چې مخالف اورپكو د پوليسو په يو مركز له بريد وروسته غوښتل چې له سيمي پښي سپكې كړي خو د پوليسو په وسلوال مقاومت كې د بريد كونكو چريكانو ۵ تنه وژل شوي دي. همدا رنګه په سيمه كې د انس په نامه د طالبانو يو مسول وويل چې په دي بريد كې دوي ته هيڅ زيان ندى اوښتي خو د دولت له اړخه مرګ ژوبله وچته ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "زه تياره يمه او نور دى ستا په لاس كې د ژوندون ټوله سُرور دى ستا په لاس كې اوه رنګه ستا له سترګو نه رنګ اخلي د اوو سُرونو سُر دى ستا په لاس كې ستا يوه خوښي بلا خوشالۍ راوړي نو د غم راتګ ضرور دى ستا په لاس كېستا دوا نظر يې سم له مرګه ساتي ژوند زما لكه رنځور دى ستا په لاس كې دا س� �وش به څه پخپله خوښه وكيګرانه واك د دې مزدور دى ستا په لاس كې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تخار کې له جنګي جنایتکارانو ولې پوښتنه نه کیږي؟", "output": "د یوناما، د م� �ګرو ملتونو د کډوالو د ادارې او افغانستان د بشر د حقوقو د کمیسیون د پام وړ ! نن نهمه ورځ ده چې تخار می� �ته جنګي جنایتکارانو سلګونه کسان چې دیری یې ښځي او ماشومان جوړوي په خپل محاصره کې ساتلي دي. د راپورونو له م خې محاصره شوي کسانو خپله خوراکي زیرمه ختمه کړې ده او دوی ته د خوراکي موادو راوړونکو چې د سیمې عام خلک دي، نه پریښودل کیږي. لسګونه ماشومان د نس ناستې په رنځ اخته شوي او مرګ یې ګواښي. دغه کورنۍ هغه مهال د سیمه ایزو جنګسالارانو لخوا محاصره او برمته شوې، چې له اوږده مهاجرته ورسته، په افغانستان کې د سولې او ډیموکراسۍ په تامینیدو خپل وطن ته، د آرامه ژوند، په سوله او بیا رغونه کې د وڼدې په موخه ستنې شوې دي. د نهمې ورځې د رارسیدو سره سره، د افغانستان دولت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ایجنسي یانو، د بشري حقوقو د کمیسیون او میشته نړیوالو دوستانو غوږونه کاڼه نیولي او خپل ماموریت یې، چې په افغانستان کې د سولې او تیکاو تامینول، د بشري ح� �وقو یقینې کول، او د افغانستان ولس ته د سوکاله ژوند برابرول دي، هیر کړی دی. د یادو شوو بنسټونو بې پروایي د عامه خلکو په ذهنونو کې د هغوي د بې پرې توب په اړه ډیر شکونه را ولاړ کړي دي. که له یوې خوا د ړندو بمباریو بهیر، د ځینې خاصو کړیو په اشاره لسګونه بې ګناه ښځې او ماشومان د القاعده او طالبانو په نوم وژنې او له بله پلوه بیا نورې ډلې د دولت د کنترول په ساحه کې د شخصي زندانونو تر چتر لاندې سلګونه بې ګناه او بې وسه کسان برمته کوي، نو د ټولو بنسټونو خولې بندې وي، او که بیا د افغانستان د میشتو وګړو تر مینځ کومه حقوقي شخړه را ولاړیږي، په � �ومي او سیاسي زهرو یې ککړوي. د هرات دعلماو د شورا رییس وینا ده چې د شینډنډ پر عزیز آباد د بمونو باران د هم دغو کړیو د غلطو او مغرضو مشورو او لمسون له مخې شوی دی، چې باید عاملین یې په نښه او د قانون منګلو ته وسپارل � �ي. په تخار کې د همدغو جنګي ډلو واک دومره بره دی، چې د دولت لخوا لیږل شوې ډله هم د هغو پر وړاندې د کومې پریکړې صلاحیت جراات نلري. ښه مو په یاد دې د ۲۰۰۵ کال په اپریل کې همدغو ډلو په تخار کې د انتخاباتو ولایتي دفتر چې هغه مهال یې د نانسي په نوم بهرنۍ میرمن مشره وه، ګواښل شوې وه او ورته ویل شوي وو چې د کارکونکو ټاکنې به د دوی په خوښه کوي. په تخار کې د دغو دفتر کارکونکي او هغه مهال په تخار کې د یوناما استازی سایمون د پیښې شاهدان دي. موږ پدې باور یو، که د دغو جنګسالارانو واک کم، او کنترول پرې حاکم نشي، ډیرې داسې نورې ستونزې به هم راو� �اړې کړي چې بیا به یې دولت د کنترول وس هم ونلري او د نړیوالو میشتو قوتونو حیثیت ته به درنه صدمه ورسوي. په افغانستان کې میشت ټول قومونه سره وروڼه دي، او د یو بل په غم او ښادې کې ځان شریک بولي، بس څو مغرضه کسان دي چې که ښه ورته ځیر شو د خاصو کړیو په اشاره، داسې کارونه کوي چې د چا خبره خپل پښه په خپلې تښځې پریکوي. موږ له م� �ګرو ملتونو، میشت نړیوالو قوتونو او بشر د حقوقو له کمیسیون څخه غوښته کوو چې د دغو بیوزلو کسانو مرستو ته ودانګې. له یوې خوا به دوی خپل دنده پرځای کړې وي او له بله پلوه به د عوامو له ذهنونو را پورته کیدونکي شکونه � �یرې کړي. مزار شریف"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کمپېن فار لیبرټی : د ترور پر ضد د جنګ پای", "output": "لیکوال : فلیپ جرالډیمنبع : کمپېن فار لیب� �ټی ویب پاڼه د ژباړن یادوَنه : دکتور فلیپ جرالډی په سی آی اې کی د تروریزم سره د مبارزې ماهر او د پوځی استخباراتو افسر و . جرالډی تکړه لیکوال او مؤلف دی او دا لیکنه یی په نوموړي سایټ کی د جنورۍ پر ۲۹ لیکلې ده . اوس د سی آی اې پخواني افسران هم تدریجأ پر خپلو ناوړه کړنو اعترافونه کوی او خپل اجرأت ظالمانه بولی . د ده د انتقادی لیکنی ژباړه دا ده وړاندی کیږی ( ن . صمد ) نور نو دا وخت رارسېدلی چی د ترور پر ضد جګړه پای ته ورسیږی . حکومتونه له مخکی څخه لا په دې پوهېدلي چی د یو مشکل د تعریف لپاره د لغاتو او عباراتو ماهرانه استعم ال د تګلاری د مباحثو څرګندول محدودوی . د کانګریس لخوا چی په بهرنیو هېوادو کی د رژیمونو د بدلون کوم پریکړه لیکونه کیږی ، هغه په غولونکې توګه د « حساب کتاب کولو » ، د بشری حقوقو د ښه لوړولو ، یا د دیموکراسۍ د رواجولو د استقرار په نوم توضیح کیږی . د دې مفهوم له مخی د امریکا په سیاسی قاموس کی داسی کلمه نسته چی د « جنګ » تر کلمې دې خرابه او ناولې وی . امریکا په مجازی او اصلی دواړو ډولونو سره مسلسل په جنګ کی ده . په طعنه او پیغور سره باید وویل سی چی په عراق او افغانستان کی چی اصلی جنګ روان دی ، نو هغه ته پرله پسې بل نوم ورکول کیږی ، یعنی په لومړني کی د ناټو د ټینګښت عملیات او په دوهمي کی هم د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو جبری تطبیقول راته وایی . دا چی جنګ باید همیشه د کانګریس لخوا اعلان سی ، چی دا کار د ۱۹۴۱ راهیسی نه دی سوی ، نو هر څوک باید دا په فکر کی ولری چی ټوله هغه جنګونه چی بیلابیلو ولسمشرانو مخته بیولي ، لږ تر لږه د اساسی قانون له مخی اساسأ جع� �ی او ساختګی دي . د اساسی قانون څخه پرته هم چی هرکله واشنګټن کوم نوي جنګ ته لاس اچولی ، نو غوښتي یې دي چی خپل مطلب ډېر جدی وښیًی . یو د مخدره موادو پر ضد جنګ و ، بل د فقر پر ضد جنګ و ، او بیخی وروستی یې هم د ترور پر ضد جنګ و چی کله نا کله به یې هغه نور هم پسی غټ کړ او د ترور پر ضد نړیوال جنګ به یی وباله . البته د ترور پر ضد نړیوال جنګ ، لکه جان ایډوارډز چی هم څېړلی ، صرف او صرف یو تش په نوم خوږ شعار دی او بس . په دې سره داسی فهمول کیږی چی ګویا حکومت د خبیثانو د ریښو کښلو او د هغوی د بېله قید او شرطه تسلیمېدو لپاره خپل ټول منابع په کار اچوی . لدې طریقه یې دا هم غوښتنه وی چی اتباع دې یوه پَټه راکښته سی ، او د دې شریفانه هڅی لپاره دې د خپلو او� �ادونو ، خزانې ، حتی قانونی حقوقو قربانۍ هم ورکړی . که جنګ روان وی نو د هغه د علتونو او نتایجو په باره کی بحث هم باید و نه سی . لنډه دا چی دا کار د حکومت لپاره یو سپین او خالی چیک وی تر څو لدې لاری هر ډول قانونی او ح قوقی اصول تر پښو لاندی کړی او د بریالي کېدو په غرض هر څه چی لازم بولی ، ویې کړی . د ترور پر ضد د جنګ دغه عبارت چی لومړی ځل د ولسمشر بوش لخوا د سپټمبر د یوولسمی تر حملې فقط نهه ورځی وروسته په فصیحه لهجه سره څ� �ګند سو ، د تخیل او افسانې څخه پرته بل څه نه دی . دې کار بس له هماغه را وروسته چارواکو ته دا صلاحیت ورکړی چی د « هېواد پالنی او پوځی کمیسیون د مقرراتو» د بیلابیلو تعبیرونو له لاری د اساسی قانون د لاس او پښو ماتول حق په جانب وښیًی . د « امریکا ساتنه » یو داسی ثابت شیً وګڼل سو چی د هغه له مخی صرفأ یو نمانځونکیً او غیر مسؤل اجرایًیوی قدرت رامنځته کړای سو . له هماغه پیله انتقادیانو څرګنده کړې چی ترور کوم جغرافیوی موقعیت نه لری ، هغه یو تاکتیک دی چی د هغسی جنګیالیو لخوا استعمالیږی چی هغوی پخپله بېلابېل سوابق لری ، بېلابېل هدفونه ل� �ی ، او د امریکا د تهدیدولو لپاره لږ یا ډېر توان لری . تروریزم کوم داسی متحدالشکله غورځنګ نه دی چی د نازیزم یا کمونیزم غوندی یو پیاوړی اقتصاد دې مرسته ورکړی ، او که حتی دغه ډلی چی ترور مخته بیایی یو څه سره متحد هم سی ، بیا هم نسی کولای چی په نړۍ کی هیڅ کوم مشروع حکومت چپه کړی . د فلپین تروریسټان د عراقی سارو سره د خپلی م بهمی فلسفي خپلوۍ نه پرته یا خو هیڅ او یا هم خورا لږ اشتراک لری او کېدای سی دواړه د خپلو خپلو خلکو لخوا هله م ات سی چی پرې راپورته سی او ورته ووایی چی بس ، نور بس ده ، نه دا چی دغه کار دې د استعمارګر واشنګټن لخوا وسی . واشنګټن اصلأ په وار مخکی له واره جنګ کی ډېره منفی اغیزه ښندلې ده ، د هغه پټو جېلونو او کړولو تروریسټی ډلي نوری هم زړه وري کړي او لیکی یې نوری هم له خلکو ډکی سوي دي . او باالاخره د ترور پر ضد جنګ چی وا� �نګټن او متمدنو امریکایی خپرونو په دې نوم بللیً ، د پیسو او طاقت وروستی ماشین او هغسی ستر پوځی او استخبا� �اتی تعهد دی چی نه ختمېدونکی دی او نه هم د نړۍ په هیڅ کومی برخی پوری محدود دی . څنګه چی ترور نه کوم پایتخت او نه هم ملی هویت لری ، نو د هغه پر ضد جنګ هم د نیولو یا تسلیمولو پواسطه پای ته نه رسیږی . څنګه چی دا یو پټ جنګ دی ، نو د هغه پر ضد به همداسی غیر ثابتی او نامنظمی طریقې استعمالیږی ، خیر دی چی هغه ملکی انسانان پکښی ووژل سی چی تروریسټانو ته یې ګواګی پناه ورکړې ده ، بس د بیګناه انسانانو د وینو بهول به د امریکا پر ضد د کرکی یو نوی نسل ایجاد او تولید کړی . دا وینی بهول به تر څو چی تروریسټان موجود وی ، همیشه او هره خوا ادامه لری تر څو په دې ډول د حکومت لخوا په هېواد کی د خپلو اتباعو په ژوندانه کی د جبری مداخلې او هم په نړیواله کچه د دې جګړې د پایښت لپاره ستره او له توانه وتلې بودجه حق په جانب وښیًی . هو ، دا په ۱۹۸۴ کی د جورج آرویل هغه توره انګېرنه ده چی باالاخره په حقیقت بدله سوه . ظلم او ډیوالی توب به د ترور پر ضد د جنګ میراث وی . د تیرو اتو کلونو د خبایثو او ناولتیاوو د سمون او هم هغو تګلارو ته د شا ګرځولو په غرض چی ډیري نامطلوبه ثابتی سوي ، نور نو په واشنګټن کی د نوی ادارې لپاره دا وخت رارسېدلی چی اعلان وکړی چی د ترور پر ضد جنګ او د یو مفهوم په توګه پخپله جنګ نور پای ته ورسېد . افغانستان نور باید « د ترور پر ضد مرکزی جبهه » و نه بلل سی ، یعنی هغه بې مفهوم او بی م عنا وضاحت چی د مرکزی آسیا په سیمه کی د امریکا د هر ډول جدی تګلاری د مخفف لیکنی څخه پرته بل څه نه دی . دوه کا� �ه مخکی عراق همدغسی « مرکزی جبهه » بلل کېده خو هغه په ظاهره دلته را انتقال سوه ، لاکن د دې ټولو سره سره دا څرګندوَنه د یو ږغ څخه پرته بل څه نه دی تر څو اویا زره ( ۷۰۰۰۰ ) امریکایی پوځیان په یو بل هغسی جنګ کی و� �ګډ کړی چی په هیڅ کوم دودیز احساس سره تقریبأ نه سی ګټل کېدای . د هغه تفکر بدلون به پسله څو کالو نور نو آسانه نه وی چی د تروریزم استدراک ته لوری ورکوی او په تشریفاتی ډول جنګ بلل کیږی ، خو بیا به هم دا کار کېدونکی وی . د برتانیې صدراعظم ګورډن براون د ۲۰۰۷ په جولای کی حکومتی وزیرانو ته هدایت وکړ چی د ترور پر ضد د جنګ نوم نور ذکر نه کړی . د ده داخله وزیر جیکی سمیت د برتانیې دریځ خورا روښانه کړ او داسی یې وویل : « ترو� �یسټان مجرمان دي چی قربانیان یې د ژوندانه د هری طبقې ، ټولنو او مذهبونو څخه ګڼل کیږی . » د برتانیې حکومت تر دې وروسته د تروریسټانو د پیژندلو او نیولو عمل ته د جنګ هیڅ نوم نه دی ورکړی او نه یې هم په غبرګونیزه توګه ت� �وریزم ته د مسلمانانو سره کوم ارتباط ورکړی دی ، او دلیل یې دا ویلیً چی د یوې ټولنی پر ضد د جنګ اعلان په م� �اتبو غیر عادلانه دی او هیڅکله هم ګټور نه تمامیږی . برتانیې هیڅکله د « اسلامی فاشیسټانو» هغه له کرکی ډکه څ� �ګندوَنه نه ده کارولې چی په امریکا کی د نوو محافظه کارانو تر منځ ډېره عامه ده او په لنډه توګه د بوش ادارې هم خپله کړې وه . د برتانیې صدراعظم په زغرده څرګنده کړې چی تروریسټان هغه مجرمین دي چی په ټوله نړۍ کی هیڅ کوم ح کومت هم د هغوی ملاتړ نه کوی او باالاخره به د نورو ټولو مجرمینو غوندی ماتیږی . هو ، امریکا ته هم لازمه ده چی نور نو همدغسی وکړي . پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپکتيکا دکوچيانو دښوونځی ودانی پرانيستل شوه", "output": "دپکتيکا ولايت دمرکز دشرنی ښار م� �بوط دکوچيانو دابتدايئه ښوونځی ودانې دنوموړی ولايت دوالی او نوموړی ولايت دپوهنی رياست دمسئولينو له خوا دپټي په پريکولوسره رسما پرانيستل شوه. پدی غونډه کی ددولتی مسوولینوسربیره قومی مشرانو اودښوونځی زده کونکو هم ګډون کړی وه .دنوموړی ښوونځی تعمير په پاخه اواساسی دول په يوه پوړکی په دوه جريبه ځمکي په ساحه کي ديوسلو١٤ زره امريکايي دالرو په مجموعی لګښت جوړشوی ،چي ٨ درسي خونیِ ،داحاطی ديوار،٤ ادراي خونی ،١٢٠ پايي ميز اوچوکی اونور ضروري ملحقات لری."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ســــتالیلاپرمخ خالونــــه یــــوپـــــه دوه کـړهزمامجنون جنون غمونـه یـــوپــــه دوه کــــړهتـــه پــــــه نـــاز،اداخــــتې دبــل ډولـــــۍ تـــهمالـــــه ویره فــــریادونــــه یــــوپــــه دوه کـــړه تازنـــــدان دبېلــــتانـــــه تــــه درط� �ــــب کـــړممالـــــه کـــــبره ځنځیرونــــه یـــوپــه دوه کــړه چي پتنګ بـــه سوځېدی ل� �ـــه ډېــــره عشقـهماهــــم ځان لــره اورونــــه یـــوپــــه دوه کـــړه دبــــوراسیــ� �ــنه رغبــــېل سول پــــه ازغـــــیومادي میني تــــه ګلونـــــه یـــوپـــه دوه کـــــړه نن سهاردي دوصال پــــرغونــډۍ تــــم سومیوه لحظه مي خپل خیالونـــه یــوپه دوه کړه زه افـــــغان غریــــب داســتاپـــــه مینه پـــایمتانـــــوولي نـــــقابونــــه یــــــوپ� �ــه دوه کــــړه؟ (چمن – پښتونخوا)۲۰۰۹/۰۴/۱۱"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سيلابونو د غزني اوسيدونکي زيانمن کړي دي", "output": "٩ د وري ١٣٨٤ د سلطان بند د ماتېدوله امله غزني ته سخت ځاني او مالي زيان اوښتی دی . د افغانستان په غزني ولايت کې چارواکي واي چې د سلطان بند د ماتېدلو له کبله اوبه پر کلو راوښتي او په سلګونو کورونه او دوکانونه يې وړي دي. د غزني ولايت چارواکي واي چې سېمې ته ورغلي ټولې لارې د اوبو لاندي شوي دي او دا لا شوني نه ده چې د مرګ ژوبلې سمه شمېره پخه کړي. تر دې وړاندې داسې راپورونه و چې بند ته نږدې پنځو کلوته سخت زيان اوښتې دي او اوبه اوس د غزني ښار ته رسېدلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په جرمني کي د ارواښاد څمکني فاتحه او یاد غونډه", "output": "د المان په بايرن ايالت كې نن موږ د افغان ساينس پوهانوټولنې او د بايرن ايالت دافغانانو كولتــــوري ټولنې په گډه د شهيد فضل الـــرحمن څمكني فاتحه واخيسـته اوورپسې مود ارواښاد لپاره يوه تاريخي يادغونډه وكړه چې يو شــمېر گــــنډونوالو خپلې ويناوې پكې واورولې او په پايله كې لانـــدې پرېكړې وشوې: ۱ـ موږ د لويې پكتيا د ولسي استازي، ملي اوفرهنگي � �خيصت فضل الرحمن څمكني وژنه په كلــــكه غندو اود لويې پكتيا داتل ولس په استازيتوب دارواښاد كورنۍ ته د ژور خفگان ښودلــــو په څنگ كې جميل صبر اوارواښاد ته فردوس جنت غواړو ۲ـ موږ ژرترژره له افغان دولت څخه ددې دردوونكې پېښې دعاملينوپيداكول اوپه سزا رسول غواړو۳ـ موږ ديو داسې ناپـيلي كميسون غوښتونكي يو چې، د� �ويې پكتيا ولسي مشران اود ملگرو ملتونوبې پلوه غړي پكې گډون ولري تر څو د پېښې سپيناوي په رښتيني ډول وشي ۴ـ د پېښې عاملين بايد په لويـه پكتيا كې د قومي څليو،نرخونواو دودونوله مخې چې، د ولـس حقـوقي نورمونه تمثيلوي م حاكمه شي داځكه چې، موږ ددولت له درۍ گونو ارگانونو څخه په يوو هـم باور نه لرو. دافغان ساينس پوهانواوپه بايرن كې دافغانانو دكلتوري ټولنې مشرتابه هيت دنننۍ غونډې له جريان څخه څوانځورونه ښاغلى پوهنوال ډاكترنظرمحمد سلطانزى ځدراڼ دوينا په حال كې محمدامين بسمل دوينا په حال كې ښاغلى رونا دوينا په حال كې ښاغلى مصطفى فدايي دوينا په حال كې ښاغلى عبدالحميد برنا دوينا په حال كې يادونــــــــــــــــــه:لكه څنگه چې دلويې پكتيا ف� �هنگي ټولنې هم زموږ له دواړو ټولنو سره په پلان كې لرل چې، همدا نن د څمكنـي صاحب فاتحه له موږ سره يو ځاى واخ� �ي، خو دځينوملحوظاتو له مخې هغوى دتېرې چهار شنبې په ورځ د گــردېز په تاريخي ښار كې د څمكني صاحب فاتحه واخيسته، اﷲ دې اجرونه وركړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كلاشينكوف دافغاني هيرويينو بدلېدل (ابراهیمي)", "output": "په كلاشينكوف دافغاني هيرويينو بدلېدل سرچینه:آى ډبليو پي آر لیکنه: سيد يعقوب ابراهيمي افغان لېرې پروت ولايت اروپا ته د هيرويينو د وړلو او په بدل كې طالبانو او نورو ملېشو ته د وسلو د راوړلو په سترمركز اوښتى د� �. دا بازار د پنج د سيند په يوې كوچنۍ جزېرې كې پروت دى. دا سيمه يو لږ څه پراخه ده، خو د پنج د سيند اوبه په كې خوار تېزې بهيږي. دا سيند په تاجيكستان پورې اړوند بدخشان له افغاني بدخشان څخه په طبيعي توګه بېلوي. د سيند دواړو خواو ته د پامير دنګ غرونه پراته دي. ددې غرونو لوړې څوكې، چې د نړۍ بام يي يادوي، دا سيمه د نړۍ له نور ب� �خو څخه بېلوي. هغه مهال چې پنځه كاله دمخه دا بازار پرانيستل شو، پولې ته څېرمه د تاجيكستان پرتو خلكو د خوښۍ احساس وكړ، چې اوس به د سيند هغې غاړې ته له خپلو خلكو سره يو ځل بيا اړيكې ټينګې كړي. دا سيمه د پخواني شوروي اتحاد له خوا لسګونه كلونه وړاندې د جګړې او كمزوري اقتصاد له امله له دې سيمې څخه جلا شوې وه. يوشمېر خلك له دې امله ډېر خوښ و، چې تاجيكستان به خپله پوهه او تخنيك له افغاني ورونو سره شريك كړي. له هغې راوروسته د پوهې اوتجربو دا راكړه وركړه دوه اړخيزه شوه، خو نه لكه هغسې چې هيله يي كېده. د پنج د سيند په سيمې كې په دې ناغوښتلي سرحد كې په خپل سر جوړ شوى بازار د نړۍ په كچه د هيرويينو په وړاندې د وسلو د بدلون په يو ډېر لوى م� �كز واوښت. د مافيا ځايي ډلې د سيند په منځ كې داسې معاملې كوي، چې له لارې يي د افغاانستان په سويل كې طالب جنګيالي، القاعده او همدارنګه په پراخې سيمې كې د ملېشو نورې ډلې وسله والې كيږي. په روسيې كې د جوړو شوو وسلو په بدل كې افغاني هيرويين تبادله كيږي، چې ښايي د اروپايي هېوادونو په لارو كوڅو كې پلورلو ته وړاندې شي. د ګډ بازار په نوم مشهور شوى دا ځاى په څه ناڅه ۲۰۰۰ متره مربع ځمكه كې پروت دى او شاوخوا ترې سمنټي ديوالونه راتاو � �وي دي. سرحدي پوليس سيمې ته د خلكوتګ راتګ كنترولوي. يو لوري ته تاجيك افسران او بل لوري ته افغاني افس� �ان پراته دي. د بازار دننه ځايي سوداګر د خرڅولو توكي په لاسي اوبدلوغاليو باندې ږدي. له تاجيكستان څخه خوراكي توكي، لكه وچ توتان، مڼې اوبادام او د افغاني سوداګرانو له لوري د امونو كينو او مالټو په څېر له پاكستان څخه زياتره راغلې نااشنا مېوې د خرڅلاو لپاره ايښوول كيږي. پېړې اوبدل شوې پاميري رنګه جرابې، چې ځايي خلك يي په ژمې كې په لاسوي، له ارزان بيه جامو سره تبادله كيږي. البته په بيو كې د چنووهل يوه معمولي خبره ده. خو اصلي او حقيقي راكړه وركړه د پردو تر شا تر سره كيږي. قاچاق وړونكي له شمالي لوري څخه ګران بيه غم ي او وسلې راوړي او له افغاني لوړ كيفيته هيروينو سره يي تبادله كوي. د محمد اسلم (مستعار نوم) په نوم د يو افغاان سوداګر د وينا له مخې كاروبار مخ په غوړېدو دى. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((په دې ورځو كې زما عايدات دوه برابره شوي دي. له يوې خوا دهيرويينو (د خرڅلاو) له لار پيسې ګټو او له بلې خوا افغانستان ته وسلې وړو او د سويل په قاچاق وړوكو باندې يي په لوړه بيه پلورو.)) دا بازار د كتنو ليدنو مركز دى. دلته يو له بل سره اړيكې نيول كيږي او معاملې سرته رسيږي. خو شيان او توكي هلته نه زېرمه كيږي. محمد اسلم وايي قاچاق وړونكي د خپ� �و توكو نمونې راوړي او وروسته يي په بيې او اندازې باندې يوې پرېكړې ته ر سيږي. هغه وويل: ((كله چې په معاملې � �وغه جوړه وشوه، نو يو څو روپۍ د پېشكۍ په توګه وركول كيږي او د پاتې توكو د تبادلې لپاره ټاكلى وخت اوځاى په نښه كيږي.)) د قاچاق وړونكي د وينا له مخې بيې څه ناڅه ثابتې او سټندرد وي. هغه وويل: ((اتوماتيكې وسلې، چې روسان يي راوړي زياتره كله كوف وي، چې د كلاشينكوف په پرتله ګران بيه دي.)) كله كوف د كلاشينكوف وروستى مو� �ل دى، لكه AK-74 چې د زړې AK-47 په پرتله زياته بيه لري. هغه وويل: ((موږ يو كيلوګرام هيرويين د لسو كله كوفو او يا ۱۵ (زاړه مودل) په وړاندې تبادله كوو. له هغې وروسته يي د نغدو پيسو يا هيرويينو په وړاندې له كندهار يا هلم ند څخه په راغلو قاچاق وړونكو پلورو.)) څنګه چې ياغيان د وسلو په وړاندې ډېر ډالر وركوي، نو له دې امله سوداګر په دې كار كې ښه ګټه كوي. هغه دوام وركړ: ((په داسې حال كې چې موږ يو كيلو ګرام هيرويين د لسو كله كوفوو په وړاندې تبادله كوو، طالبان راته د پنځو شپږو ټوپكونو په وړاندې يو ګيلو ګرام هيرويين راكوي. (په دې كار كې) هرڅوك ګټه كوي.)) ټوپكونه د اسانه ليږدونې لپاره پرزه، پرزه راوړل كيږي. محمد اسلم وويل: ((هغه پرزه، پرزه راوړل كيږي او په همدې ډول يي موږ افغانستان ته وړو. كله چې يو كلاشينكوف د بدخشان مركز، فيض آباد ته ورسولاى شو، نو د ۲۰۰ ډالرو په وړاندې يي پلورو، خو همدا وسله په جلال آباد كې په سلو كې پنځوس زياته بيه كوي.)) وسله د هيرويينو په وړاندې له خطرڅخه ډك يو كسب دى. هغه وويل: ((د زياتې اندازې هيرويينو او زيات شم ېر وسلو د تبادلې ځاى تل پټ او محرم وي. كه معامله ډېره غټه وي، نو د خپل امنيت لپاره زيات شمېر وسله وال له ځان س� �ه وړو. بيا خپل مالونه په خرو او كچرو باندې ليږدوو.)) لاره هغومره له ستونزو ډكه وي، چې يوازې كوچني او چټك څاروي دغرونو څوكو ته په ډېرو كوچنيو اونريو لارو تګ راتګ كولاى شي. قاچاق وړونكي د پوليسو او د � �انون د نورو پلي كوونكو چارواكو پروا نه لري. د محمد اسلم تير تاريخ د اقغانستان د زيات شمېر وسله والو ملېشو په ډلې كې له (جنګ سالار) څخه هغومره كم نه و. هغه يو څه سودمن اړيكي لا تر اوسه ساتلي دي. هغه وويل: ((موږ په سيمې كې وسله وال ملاتړي لرو، چې هغوى بيا په خپل وار د يو شمېر چارواكو تر تخرګ لاندې دي. همداشان موږ په حكومت كې زاړه ملګري لرو. هرڅوك خپله، خپله برخه تر ګوتو كوي.)) وسلې د هېواد سويل ته مخه كوي، خو ټولې يوازې طالبانو ته نه وركول كيږي. د محمد اسلم تر څنګ د ميرعلم په نوم يو سړى ولاړ و. هغه په ختيځ كې د ننګ� �هار ولايت له سره رود څخه راغلى و. هغه د وسلو يو بار موټر ته پورته كړ او غوښتل يي لږه شېبه وروسته په يو روسي موټر كې سويل ته ولاړ شي. هغه وويل : ((زه د يو ښه سوداګر په لټه كې يم. هرڅوك چې وي، وي به. موږ ته توپير نه كوي. زياتره طالبان ښه مشتريان دي. خو موږ دا وسلې په پاكستان كې د لنډي كوتل ماركيټ ته هم استوو او هلته يي په نړيوالو قاچاق وړنكو پلورو.)) له لنډي كوتل څخه، چې د خيبر د لويې لارې په لوړه كې پروت دى، بيا دا وسلې د نړۍ د ټولو راديكالو ډلو لاسونو ته رسيږي. ميرعلم داسې وويل: ((لنډى كوتل په سيمې كې د وسلو تر ټولو لوى ماركيټ دى. مجاهدين او القاعده وسلې د فلسطين، كشمير او د جګړو نورو ليكو ته استوي.)) د هر ډول نور كاروبار په څېر تقاضا د بيو په ټاكنو كې رول لري. ميرعلم وويل: ((كله چې عربان پاكستان ته راشي، نو بيې لوړيږي.)) د بيو لوړېدل او پورته كېدل او نوسان چې هر څومره وي، خو دا كاروبار خورا ګټه لري. څرنګه چې وسلو ته ډېره تقاضا � �ته، نو له دې امله د نشه يي توكو له خرڅلاو څخه ډېر ښه دى. ميرعلم وويل: ((له هيرويينو سره د وسلو د تبادلې له لارې تر هغې زياته ګټه لاسته راځي، چې موږ يي مازې د هيرويينو د پلورلو له لارې تر لاسه كوو. هر ځلې چې وسلې د هي� �ويينو په وړاندې تبادله كيږي، نو دواړه لوري له وسلو او هيرويينو څخه گټه تر لاسه كوي. دا يو ښه كاروبار دى. م اته داسې خلك معلوم دي، چې ددې تجارت له لارې يي په دوبى او عربي هېوادونو كې لوكسې ماڼۍ او ځايونه جوړ كړي دي.)) ډېره ګټه د هغه لوړپوړو چارواكو لاس ته ورځي، چې د حمايت چارې تر سره كوي. هغه وويل: ((لوى قاچاق وړونكي په افغانستان، پاكستان او منځنۍ اسيا كې د حكومتي چارواكو تر حمايت لاندې دي. دا قاچاق وړونكي زياتې پيسې وركولى � �ي. خوموږ هم تر هغوى كم نه يو.)) د پولې بلې غاړې ته هيرويين تاجيكستان او له هغه ځاى څخه د روسيې د منځنۍ اسيا هېوادونو او اروپايي بازارونو ته قاچاق كيږي. دا سوداګري د لارې په اوږدو كې ډېره ګټه كوي، خو هغه خلك يي چې د افغان – تاجيكستان له پولو اړوي، هغومره نه ګټي. يو تاجيكي قاچاق وړونكي وويل: ((موږ ته هغومره ګټه په لاس نه راځي. زموږ دنده له پولې څخه دې خوا ته د هيرويينو د كڅوړو اړول دي. بيا د روسيې مافيايي ډلې راځي، چې زياتره يي د پوليسو موټرې لري. هغوى له موږ څخه هيرويين اخلي اوټوپكې راكوي او بيا وروسته يي اروپا ته ليږ دوي.)) نوموړي زياته كړه: ((په ټوله لاره كې موږ بډې وركوو. روسان يي هم وركوي، خو هغوى دا بډې لوړ پوړو چا� �واكو ته وركوي. د بډو نه وركول ناشونى كار دى.)) په تېرو كلونو كې زياتره په بدخشان كې كوكناركرل كېدل، پ� �وسس كېدل اود هيرويينو خام توكي او خپل اپين يي بهر ته لېږولو. اوس د هېواد په سويل، په تېره بيا په هلمند كې د كوكنارو د كركيلې د زياتوالي او په بدخشان كې د بريالي كمپاين له امله دا ولايت د نورو ولايتونو په پرتله له كوكنارو څخه پاك دى. د بدخشان د ولايت د اشكاشم د ولسوالۍ يو اوسيدونكې د نوم د نه څرګندولو په شرط د � �يدونكو ډله له خامواپينو څخه د هيرويينو د جوړولو د پروسس ځاى ته يوړل. هغه وويل: ((له دريو كلونو راهيسې د هيرويينو د جوړولو يوه كوچنى لابراتوار لرم. مور او پلار او ورونه مې د هغې په قاچاق كې ښكېل دي. هغوى له دې لا� �ې زياتې پيسې لاس ته راوړي.)) نوموړى لابراتوار په ډېر ساده ډول تر ځمكې لاندې په يوې خونې كې جوړ شوى دى. په هغې كې شپږ بېرلونه، د پرېمنځلو يوڅو لوښي، د ځبېښلو ماشين او د اپينو كڅوړې لري. هغه وويل: ((لومړى له اتلسو څخه تر ۳۶ كيلو پورې اپين په هر بېرل كې اچول كيږي او تر دوو يا دريو ورځو پورې په اوبو كې ايشول كيږي. له هغې و� �وسته لاس ته راغلې خميره ځبېښل كيږي اوتر لمر لاندې وچه او د خاصو تېزابو په زياتولو په سپينو پوډرو اوړي.)) د نشه يي توكو د يو قاچاق وړونكي د وينا له مخې يو كيلو اپين له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ډالرو پورې بيه لري. د يو كيلو هيرويينو د جوړولو لپاره له پنځو څخه تر اوو كيلو پورې خام اپين په كاريږي. دا هيرويين بيا د پنج د سيند په بازار كې تر دوو زرو ډالرو پورې خرڅيږي. هغه مهال چې سم سوتره د تاجيكستان له پولو واړوي، نو بيه يي تر پنځو زرو ډالرو پورې رسيږي. د اروپا او د متحده ايالتونو په كوڅو كې د هغې بيه بې خړته لوړيږي. د بدخشان والي برالا وايي، چې په بدخشان كې يي د نشه يي توكو د پروسس او قاچاق په بندولو وسه نه رسيږي. ددې غرني ولايت زياتره برخې ليرې پرتې او رسېدل ورته ګران دي. او په يوې بېرنګه بيروكراسۍ كې راكښېل دى. له دې امله د هغې د مخې ډب كولو خبره ګرانه بريښي. د بدخشان والي، عبدالمجيد وويل: ((څنګه چې سرحد په مستقيمه توګه د كورنيو چارو د وزارت له خوا اداره كيږي، زه د كوم مسؤوليت احساس نه كوم. ًبدخشان د پوځي كلا په څېر دى. زه د هغې د دروازې په ساتونكو كوم كنترول نه لرم.)) نوموړي والي وكړاى شول، چې په ۲۰۰۷ كال كې په هغه ولايت كې د كوكنارو كركېله په سلو كې ۷۲ ته راټيته كړي. بدخشان يي د اپين د ستر توليدونكي ولايت څخه له كوكنارو څخه د يو پاك ولايت په توګه اعلان كړ. خو عبدالمجيد نشي كولاى چې د قاچاق په سوداګرۍ غاښ ولګوي. هغه په بدخشان كې د هيرويينو د لابراتونو شتون مني. د هغه ولايت د والي د وينا له مخې تر هغه چې اداري سيستم بدل شوى نه وي او سرحدي پوليس د هغه تر لاس � �اندې نه وي راغلي، د قاچاق په لارو باندې د ګزمو كولو وسه نه لري. هغه زياته كړه، لابراتورونه په ليرې پ� �تو سيمو كې فعال دي او د پوليسو لاس ورته رسېدلاى نه شي. هغه وويل: ((بدخشان هغومره غرنى ولايت دى، چې په ځينو ځايونو كې خلك سرك ته د رسېدلو لپاره دوه، درې ورځې لاره وهي. دا لابراتوارونه يو دايمي جوړښت نه لري. هغه يو څو بېرله او د پرېمنځلو يو څو لوښي لري. كه پوليسو ته د هغې په باره كې خبر ورسيږي، نو په اسانۍ بل ځاى ته لېږدول كېداى شي. له دې امله يي كنترول ستونزمن دى.)) د سرحدي پوليسو قوماندان، جنرال عبدالرحمن رحمن په شمال كې د منظمو جنايتونو د مخ په زياتېدو پخلى كوي. هغه وويل، چارواكي هڅه كوي، چې د پوليسو د روزنې او سمبالولو له � �ارې دا ستونزه له منځه يوسي. هغه په مزارشريف كې اخباروالاوو ته وويل: ((په داسې حال كې چې ترهګري په سويل كې يوه ستره ننګونه ده، د سيمه ييزې او نړيوالې مافيا شتون په شمال كې يوه بله ستره ننګونه ده. د ځايي ملېشو قوم اندانان د ستونزې يو بل ډول دى. هغوى په شمال كې ددې مافيا ملاتړ او ننګه كوي.)) هغه ددې پخلى وكړ، چې پوليس نه شي كولاى د نشه يي توكو له ستونزې سره مقابله وكړي، خو د وضعې په ښه كېدو يي ټينګار وكړ. هغه وويل: ((زم وږ پوليس روزنه تر لاسه كوي او سمباليږي. موږ به په راتلونكي كې ددې وضعې مخه ونيسو.)) په پولې كې مېشت تاجيك پوليس ددې خبرې منلو ته چمتو نه و. د ماركيټ دروازې ته ولاړ يو تاجيك پوليس افسر د قاچاق له شتون څخه كورټ سترګې پټې كړې. هغه آى ډبليو پي آرته وويل: ((دلته څوك ناقانونه كار نشي كولاى. تاسې ته هرڅوك ښكاري. هغوى � �ه خوړو، جامو او ميوو پرته د بل څېز تبادله نه كوي. موږ دلته د بازار د امنيت د ساتلو لپاره ولاړ يو، ترڅو خلك په كرار چاپېريال كې خپل كارونه سرته ورسوي. موږ غواړو د تاجيكي او افغاني ورونو تر منځ ورورګلوي ټينګه كړو.)) قاچاق وړونكي وايي هيڅ داسې نه بريښي، چې سيمه ييز حكومت دې د هيرويينو او ټوپكو لېږد رالېږد بند كړاى شي . د هغې اندازه او ګټه ډېره زياته ده. محمد اسلم وويل: ((وسلې خپله لاره عربي هېوادونه ته وباسي او هېرويين اروپايي هېوادونو ته. په دې توګه ټوله نړۍ په دې سوداګرۍ كې ښكېل ده. ځايي حكومت په دې پوهيږي، چې د هغې مخه نه شي نيولى. له دې امله خپله برخه اخلي. موږ هم همداسې درواخله.)) : ((هغه خلك چې وسلي اخلي د كوكنارو له كركېلې س� �ه مرسته كوي. دا هرڅه د يو تړون له مخې كيږي. كارونه ورځ په ورځ مخ په ښه كېدو دي.))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پردیسه مینه", "output": "لنډه کیسه: نن مې له ډیرې مودې وروسته کلک هوډکړی وچې هرومروبه خپله دزړه خبره ورته کوم ،هغه نن له څوکلونووروسته له موږکره راتله، زه له خوښۍپه جاموکې نه ځاییدم ځکه چې خپله ورکه مینه مې بیاموندلې وه له ځان سره مې ویل اوس به ډیره لویه شوې وي ،اوهوچې زه یې هیرکړی نه وم ؟که یې له بل چاسره ګوتې خوږې کړې وي زه به بیاڅه کوم ،که مې یې مینه هیره کړې وي ،که ...که ...خوبیابه مې په خپله زړه ښه کړاوویل به م ې، نه هغه بې وفانه ده ،هغه زماژونددی ،زما مینه ده داسې به هیڅ کله ونه شي ،په همدې وخت کې مې دکوچنۍ خورغږزم ادسوچونولړۍراغوڅه کړه چې ویل یې هغه ده راغله، ما ناڅاپه ترې پوښتنه وکړه څوک راغله ؟ــــ ترورمې ،هاغه ده ــــ کومه ترور؟ــــ ولې ،زموږدپخواني ګاونډي دسپوږمۍدوي مورــــ بل څوک دي ورسره؟ ــــ سپوږمۍهم ورسره ده ،اودهغوي مخې ته یې ورمنډه کړه .تردې ګړۍخومې دهغې دلیدولپاره شیبې شمیرلې خوکله چې ریښتیا وخت راغی اوپه هغې مې سترګې ولګیدې زړه مې په درزاشوتردې حده چې دخپل زړه آوازمې په خپله اوریده ، زماسپوږمۍاوس � �ه پخوا څوچنده ښکلې شوې وه دهغې ښکلو غټوغټوسترګو، نریو سرو شونډو،سپینې هسکې غاړې توروویښتانولوړې ونې ،تکې سپینې لکه دپینځلسم سپوږمۍ،سپوږمۍداسې بې سده کړم چې که رایښتیا راباندې وایئ دهغې ښکلاپسې واخیستم، ستړي مشي � �انه پاتې شول هک پک شوم له ځان سره مې وویل داسې نه چې دابل څوک وي تیروتلی به یې ؟ ځکه هغه وخت خودومره هم ښکلې هم نه وه ! کله یې چې راسره خبرې پیل کړې له ځان سره مې وویل نه داهماغه زمامینه ده ، زماخپله سپوږمۍده .سره وغږ یدوپخوانۍکیسې موسره وکړې دماشومتوب یادوه موتازه کړل،هغه وختونه چې دواړه یوځاي ښوونځي ته تلو،یوځاي به مو� �وبې سره کولې، کله کله خوبه زمااودهغې میندې راپسې سرګردانه وې شاوخوابه یې په موږپسې نارې وهلې خوموږبه په یوځاي کې ناست واودماشومتوب مینه ناکې لوبې به موکولې .اوس دسپوږمۍدوي کډه له شپږوکلونووروسته یوځل بیاله پردي وطنه راغلې وه مایوځل بیاخپله مینه موندلې وه، هغه وخت چې دواړه دنوې ځوانۍپه پړاوکې څوځله مې وغوښتل چې له هغې سره دخپلې مینې رازشریک کړم خوزړه مې ونه شوکړاي دخداي کارونه وزموږپه سیمه کې دجنګ جګړوله په ناڅاپي پیلیدوسره دسپوږمۍکورنۍله هیواده کډه وکړه .له هغې وروسته غمونواودهغې دبیلتانه تورې تیارې زماپرزړه خپل پیڅول وغوړاوه ، هرڅه راته تورتم ښکاریدل ،دژوندخوښۍراته پیکه شوې ،له هیچاسره مې دزړه خواله نه غوښتل ،ډیروخت به مې دهغې له یادونوسره په یوازیتوب کې تیراوه ،له ژونده مې زړه تور شوی و،نورمې دمینې اومحبت دنیاګۍلولپه شوې وه،ځکه زه سپوږمۍیوازې پرې ایښی وم مادسخت یوازیتوب احساس کاوه .شپږکاله مې هره شیبه دهغې دراتلولارې څارلې کله خوبه سخت دهغې له بیالیدونهیلی شوم خوبیابه مې ویل نه ناامیدي ګناه ده دنیاپه امید خوړل شوې ،یوه ورځ به ه� �ومروبیاراشي اوزه به داځل په لومړي لیدو خپل دمینې اومحبت رازونه ورسره شریکوم .هغه اوس پوره پیغله وه نه پوهیږم دپردیسۍژونددهغې ښکلاڅوچنده کړې وه اوکه به زماسترګوراته دوکه راکوله ،دومره راته ښکلې ښکا� �یده چې دهغې له بیالیدوراهیسې هرڅه راته ښکلي ښکلي ښکاریدل په هرڅه کې دمینې اومحبت احساس راپه برخه کیده ،نن د هغې په لیدوهرڅه راته بدل شوي و،ته وانوی ژوندمې پیداکړ،اوس مې له ځان سره هوډوکړچې نورنوهرومروخپله دزړه خبره ورته وکړم . دواړه یوازې په کوټه کې سره ناست وپخواني یادونه موتازه کول ،یو ناڅاپه دڅوشیبولپاره دواړه پټه خوله شوو،په مینه مینه مویوبل ته کتل تابه ویل چې په سترګوکې مویوبل ته دزړه مینه بیانوله ،په سوچونوکې ډوب شوي و،په دې وخت کې مې له ځان سره وویل همدایې وخت دی بایدورته ووایم اوخبره مې داسې پیل کړه ، سپوږمۍنن غواړم چې خپله دزړه خبره درته روښانه کړم داسې خبره چې له څوکلونومې په زړه کې درته ساتلې وه .هغې په ځواب کې راته وویل زه هم غواړم چې نن یوه پټه خبره درته وکړم .ــــ ښه ده چې تاداخبره رابرسیره کړه ځکه م اخوزمااوستا دمینې خبره نه شواي پیلولی نه پوهیدم چې له کومه یې درته پیل کړم ، خوناڅاپه د سپوږمۍله ښک� �وبادامي سترګواوښکې روانې شوې ،په داسې حال کې چې په پلویې اوښکې پاکولې وې ویل :ــــ کاشکي زمااوستامینه په وصال بدله شوې واي ـــــ داڅه وایې ،په ماخودې اوربل کړژرووایه څه پيښه شوې ؟بیایې په ژړغوني آوازوویل :ــــ زه مې پلاریوازې په دې خاطریوه څلویښت کلن سړي ته ورکړې یم چې په خارج کې اوسیږي . د� �۳۸۶کال دتلې دمیاشتې ۲۶ مه دماسخوتن نهه بجې دتهران کور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امریکې دری سرتیري ووژل شول", "output": "د امریکې په مشرۍ ایتلافي ټلوالي نن د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې چې د بینوا ویب پاڼی ادارې ته رسیدلی ویلی چی پرون ېې د افغانستان په لویدیځ کی د سرتیرو په یوه قافله د واټ د غاړي ماین خلاص شو، دری سرتیري ېې ووژل او څلورم یی ژوبل کړ. د چاودنی سیمه او ولایت نه دی ښودل شوی خو طالبان وایی دا چاودنه په فراه ولایت کی شوي ده . طالبانو د دې یبرید مسولیت اخیستی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "١١ تنه ملکى وګړى په عراق کې وژل شوي دي", "output": "د بغداد په شمال کې په يوه ودانۍ باندې د امريکايي ځواکونه د بريد له امله ٤ ښځې ، ٢ ماشومان او دوه نارينه وژل شوي دي. د امريکايي ځواکونو وياند ويلي چې د بغداد په ٨٠ کيلومترى کې يې په ترهګرانو بريد کړى دى چې له امله يې يو ماشوم او ٢ ميرمنې وژل شوي دي. له بل لوري پوليسو ويلي چې تيره شپه يې د بغداد په مختلفو سيمو کې ٢٥ مړى پيداکړي دي ،چې ټول ملکى اوسيدونکي دي . دوى په ګوليو وژل شوي او د ډيرو لاسونه تړل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل : دا پېښورى که کابلى دى کنه", "output": "له نعمتونو نه دخداى دى کنه دا پسرلى خو پسرلى دى کنه له ښايستونو دونيا ډکه ډکه خوشال خوشال هريوسړى دى کنه ماته ګران دي ماته يو دي واړه دا پېښورى که کابلى دى کنه ماوى که ورېځو کې سپوږمى پټه شوه دا خو دى خور په مخ پېکى دى کنه د تا دمړو سترګو کاته جانانه ماته هم ژوند دى هم مرګى دى کنه له ده نه پام چرته خفه چې نه شې سردار خو ياره لېونى دى کنه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هسپانيه كې شكمن ترهګر ونيول شول", "output": "د نوموړي هيواد خبري آژانسونو د چهارشنبې په ورځ رپوټ وركړ چې ۱۱ تنه تروريستان يې د كيوټ په نامه سيمه كې نيولي دي. پوليس وايې دا كسان د هسپانيې كومانډو سرتېرو ونيول او پرې شك دى چې د مادريد ښار په خونړيو چاودنو كې لاس لري.څه موده وړاندي د هسپانيې په مادريد ښار كې د ريل ګاډو په پټليو كې يو لړ چاودنو لږ تر لږه څلورسوه كسان ووژل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانوبهرنيانوته دپراخ زيان اړولوخبروركړ", "output": "دوسلوالوطالبانولخواپه يوه خپره شوې خبرپاڼه كي دنن ورځي په جريان دبهرنيوځواكوپه وړاندي دپراخوعملياتوخبروركړل شويدي، په خبرپاڼه كي دهرات ولايت دغوریانو ولسوالۍ په احمد اباد سيمه کي د بهرنیوځواکونو پريوه پوځي موټر دسړک دغاړي دماین دچاودني، دغزني ولايت دګیرو اوقره باغ ولسواليو په جیلګواو پاچګوسيمو کي په ماينونوباندي دپولن� �ي ځواکونوددوو زغروال ټانکونو دويجاړيدو، دزابل ولايت دشهرصفا ولسوالۍ دشيخ بابا دزیارت په سيمه کي د کابل کندهار پر لویه لار دبهرنیو ځواكونوددوو عرادو پوځي ټانكونو په ماين دويجاړيدو، دکندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په منډ حصار سيمه کښي د ماين په چاودنه کښي دکاناډايي عسکرود یوزغروال ټانګ د ویجاړيدو اودهلمندولايت د نوزاد ولسوالۍ په بازار کي پر پلیو بریتانوي عسکرو دماين دچاودني ترڅنګ ديولړنوروع� �مياتويادونه هم شويده.په خبرپاڼه كي دنيمروز ولايت ددلارام په سيمه كي دامريكايي ځواكونوپراكمالاتي كا� �وان دبريدپه پايله كي ددريولويوامريكايي موټرانودسوځيدوخبرهم وركول شويدي.بايد وويل سي چي امريكايي ځواكونوديادوشويوپېښوپه اړه لاتراوسه رسنيوته څه ندي ويلي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دعشق يادګار", "output": "د نجونو ميرې او د ښايستونو ښاپېرۍ ! خير! داځل خومې سلامونه ومنه . پوهېدم ،چې نيمه خوا به مې پرېږدې ،ځکه لوی او ځواکمن خدای په ټول وس له نورو ښکلې او آن له مرمرو جوړه کړې يې ، له همدې امله دې مرمري هم بولم . پوهېږي ،چې زما او ستا تر منځ لوی تو پير دی ؟ ته لکه نرګس لاغوړېږې ؛خو... زه... آه ...هو زه د فراق زورورو لمبو داسې وسوځولم ،چې اوس مې يوازې د ايرو څلی پاتې دی . چېرته به دې پر خسو اور بل کړی وي ، ليدلي به دې وي ،چې کله خس وسوځي ،نو يوازې يې د ايرو څلی پاتې شي ،چې نرم باد يې هم ورانولی شي ،زماهم همداحال دی ، کله ،چې باد لګي ، زارۍ ورته کوم او لاسونه ورته ښوروم ،چې مه کوه خدای ته وګوره ! ورو تېر شه . د ايرو څلی مې وران نه کړې ورو تېر شه باده زه هم د اشنا دعشق يادګاريم ګرانې ! پوهېږې ،چې ماهم ستا دهغو نيمه خوا او له پامه غورځېدلو په څېر په زړه کې کرل او رېبل ،چې ګوندې يوه ورځ به دې په شنه ډولۍ کې په داسې حال کې کور ته وړم ،چې د ورا پېغلې به ستا د ډولۍ تر مخ غبرګې درياګانې وهي او د کلي ځوانان به د سرتور نايي ډول ته درپسې اتڼ کوي ؛خو له بده مرغه ،چې د بېلتانه زورورې او ظالمې سيلۍ لرې آن هغه وچ بيابان ته يوړم او د فراق لمبو داسې وسوځولم ،چې هسې مې د ايرو څلی پاتې دی . ګرانې ! که هرڅودې له پامه لوېدلی يم ،خو له دې سره سره بياهم خدای ته لاسونه لپه کوم او د تل لپاره دې ځواني ګل ګل او ژوند دې لکه مست پسرلی غواړم ؛ نه نه توبه مې ده ! په خدای که داسې درته ووايم : پر زړه مې ستا د جفا داغ دی په تور لحد کې به ښېرې درته کومه . ستا زلمی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نصیب", "output": "د کاڼو ډک آسماند اوره ډک سیندد وسپنی شپه دهکاڼې اورېږ ی،اور بهېږی، وسپنه پولاد ېږی بې لاسونده ماتېږی،سوځی ، شکېږید چا ککرۍ؟د چاجونګړه.؟د چا ګ� �ېوان؟افغان!افغان!آفغان!چیری؟افغانستان!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ډاکټر سپنتا اسلام آباد ته په يو رسمي سفر خوځېدلى دى .", "output": "د افغان دولت د باندنيو چارو وزير ډاکټر رنګين داد فر سپنتا نن غرمه مهال د پاکستان پلازمينې اسلام آباد ته ددغه هېواد د باندينو چارو د وزير قصوري په رسمي بلنه رسېدلى دى ،د ډله ايزو رسنيو د رپوټونو په حواله سپنتا به د پاکستان له ولسمشر پروېز مشرف او د باندنيو چارو له وزير سره يو وار بيا په افغانستان کې د وروستيو نا امنيو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي .بل لورى ددغه خبرو په ترڅ کې د نېشه يي توکو د مخنيوي او د سوداګريزو او ا� �تصادي اړيکو په پياوړتيا باندې هم بحث کېږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په میدان وردګو ولایت کې غونډه ( رپوټ)", "output": "دچنګاښ ۸ مه رپوټ ورکونکی شاهد ا� �له شاهد دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښارکې د شهیدانو،معیوبینو او معلولینوپه (۴۵۶)کورنیو دیوکلن امتیازاتو درې میلیونه او درې لکه افغانۍ ورکړه او د شهیدانو فاتحې د اخیستلوپه موخه غونډه جوړه شوه. نوم وړی غونډه کې دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا غړو،قومي مشرانو،جهادي قوماندانانو،او په زرګونوتنودشهیدانوکورنیو، معلولینو اومعیوبینوبرخه اخیستې وه، غونډې ته دمیدان وردګ ولایت والي محمدح� �يم فدايي په خپلوخبروکې وویل شهیدان او معلولین د هېواد هغه افتخارونه اود ځانکړي مقام لرونکي خلک دي چې دافغانستان په حکومت او ولس بې ساري حقونه لري، خومتاسفانه د همدغه زرګونوشهیدانو او معلولینو وینوته چا کوم ارزښت نه دی ورکړی او دهغه ارمانونو دترسره کولولپاره چې دوۍ خپلې وینې قرباني کړې وی ترسره نشول، دهغوۍ ارمان په افغانستان کې یو ولسواک نظام جوړول وو، ښاغلي فدایي زیاته کړه که چیر موږ اوتاسود شهیدانو ارمانونه پوره کول غواړو نو راځئ په راتلوونکوټولټاکنو کې برخه واخلو او دخپلې خوښې نظام جوړ کړو، وروسته د معلولینواوم عیوبینوپه استازیتوب محمدالله خبرې وکړې او دحکومتي چارواکوڅخه یې په سیمه یېزو او انکشافي شوراګانو کې دمع� �ولینو دونډې او هم یې دشهیدانو،معلولینواو معیوبینولپاره دیوښارګوټي غوښتنه وکړه، چې په دغه برخه کې دولایت مقام هڅې وستایلې،وروسته دولایتي شورا رییس او منشې هم خبرې وکړی او ددغه محرومې برخې دپیاوړي کولوغوښتنه یې وکړه، په اخرکې په (۴۵۶) دشهیدانو،معلولینواو معیوبینوکورنۍ باندې یوکلن امتیازات په ټولیزډول درې می� �یونه او درې لکه افغانۍ او هم دولایت دمقام لخوا په نوموړو کسانوستاینلیکونه ووېشل شول، همدارنګه دعامه ساتنې دپروګرام دوه تنوشهیدانو او مولوي فضل الحق دکورنۍغړو ته یونیم لک افغانۍ د ولایت دمقام لخوا ورکړل � �وې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخپلواکۍ شهیده", "output": "دخپلواکۍ شهیده ! پوهنیار ظـفـر « اهتمام » ګ� �ګون کفن په وینو رنګ د خپل ارمان شهیده آرزو د پــاکه د حــــق لارې قهــــرمــان شـهیـــــده په حـــقه لارکې تا د فتحې او وطــــــن په خـــاطر په ســــــرښندنه د خپل ځان کړلو قربان شــهیده ستا په مــزار اوس د بلبلو شور کې داسې اورو درتـــــه راوړی دی موږ دغه ارمــــغان شهیــــده د خـــپلواکـــۍ او آزادۍ مـــــــبارکي درکـــــــوو موږ قاصـدان یو د سمسوره ګلستان شـــهیده د تاآرزو ترســــــره شــوې دا پیغــــام لـــرو اوس دغه آزاد هېواد کړي فخـــر ستا په شان � �هیده د وطن خـــاوره چـې د وتره کړه په وېــــنو د ځان اوس هره خوا دي غوړېدلي پرې ګلان شــهیده « اهتمام » ستا روح ته شـــاد باش او درودونه لېږي ای ! پاک ارواحه ترابده ښاد روان شــــــــ� �هیده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان کې د طالبانو مالي سمبالونکی وژل شوی", "output": "د عبدالحميد ريگي په نامه د طالب وسله والو يو عمده تمويلونکي تيره ورځ د پاکستان د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې په گوليو ويشتل شوی او مړ� �وی دی .نوموړی چې په حاجي خان لوچ مشهور وو د هيروينو عمده کاروباری هم شمير ل کيده او د هيروينو په پيسو به ېې طالبانو ته وسلې او جامې پيرلي.ويل کيږي چې وژل شوی له القاعدی ډلي سره هم نږدي اړيکي لرلي او کله چې پرون پاکستاني پوليسو له زندان څخه هوايي ډگر ته ليږداوه په لاره پرې بريد وشو چې دی پکې له مينځه لاړ.ويل کيږي په دې بريد کې د پاکستان د پوليسو 12 عالی رتبه چارواکي هم وژل شوي خو تر اوسه د بريد کونکو هويت ندی مع� �وم ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دزرداري په بلنه ولسمشر کرزی پاکستان ته ځي", "output": "بېنوا-کابلدولسمشرۍ دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي جمهوررئیس کرزي نن دپاکستان نوي ټاکل شوي ولسمشر آصف زرداري ټیلفون وکړ اوهغه ته یې ددې ملک دنوي ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله.په خبر پاڼه کې ویل شوي دپاکستان نوي ټاکل شوي جمهوررئیس آصف علي زرداري له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې دنوموړي دلوړې په مراسمو کې چې ډیر ژر به په اسلام آباد کې ترسره شي ګ� �ون وکړي.خبرپاڼه کاږي ولسمشر کرزي پدغو ټیلفوني خبرو کې دپاکستان دخلکو دښېرازۍ اودولسمشر زرداري دبریا� �یتوب هیله ښکاره کړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مشر وعده", "output": "د مشر وعده په هغه ورځ ، که زما بدن سپر شوى نه وى ، نو ګولۍ � �اساً د مشر په ځيګر خوله خښوله . غونډه ګډه وډه شوه ، خو مشر زما خواته راغى مانه هماغه شان توده وينه � �وانه وه ، ښه رانږدې شواو بيا له قهره سور واوښت : زما دې په خپل جهاد قسم وي ، چې يو وخت به هم دغه شان ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم او ستا او دنورو مجاهدينو کسات به ترې اخلم . څه موده پس ښه شوم ، خو لاس مې بې دمه و د ټوپک ګرځولو وس مې نه درلود ، د جهاد ارمان مې زړه کې ساته . که څه هم وخت ډېر وتلى و ، حالات بدل و خو زما زړه کې هماغه شان د کسات جذبه ژوندۍ وه او د خپل جهادي مشر وعدې ته په تمه وم . له څو ورځو راهيسې مې زړه کې تاويده را تاويده چې د خپل مشر د برياليتوب مبارکۍ ته لاړ شم ، نن مې وس پيداکړ او سيده يې کاري خونې ته لاړم . مخې ته مې راپورته شو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړه ، پر ميز يې بې شمېره ګلان ايښودل شوي وو ، موږ لا خبرو کې وو چې يو تن چې پر شونډو يې د بريتونو سرونه ځوړند و راننوت ، هک پک شوم د خپل ټپي کېدو وخت را ياد شو او بيا مې د خپل مشر خبرې : يو وخت به هم دغه شان ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم ستا او دنورو مجاهدينو کسات ... خبره مې ذهن کې تله راتله ما ويل اوس به پرې لاس پورته کړي . خو هغه ته زموږ مشر توده غاړه ورکړه او بيا يې ماته هم دواړ لاسونه اوږده کړل ، زړه او نازړه وم ، يو لاس مې بې دمه و ، يواځې يو لاس مې ورکړ . زموږ مشر مخ را واړو : ښه دې ونه کړل ، دا جنرال صاحب دى .... داسې کسانو ته يو لاس ورکول بې احترامي ده . محمد نعمان دوست"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اختره راشه", "output": "په څېرو یې د وحشت دوړې خورې دي یرغمل دي په سیخانو کې ایثار له قفسه به په پښو راکښته نشيآزادی ته به یې روح راځي په کارقرباني چې خپل جلات ته شي تسلیمبدن ورکړي ځان ترې اخلي په قماردا دنیا ورته شېبه شي زړه په تنګاسارت نه به غچ اخلي په تلواردا خو هېڅ دی سرپرست د کور چې ومريهر ماشوم شي یرغمل د دغه دارجګړه هم وړه دنیا ورته تبۍ کړي د خولې ټک نشي ژوندون شي په ده بارراشه سوله کړه درخپله ذکرالله شه ژوند ډالۍ به تاته نشي بیا تکراربس کړه نور افغانه غوسه پرېږده چې ژوندون لکه ځواني ده نوبهارد پېړۍ عمر لا هم یوه شېبه دهکال یې میاشت ده او اونۍ یې شین سهارولې نکړمه ډاګونه شین چمن زهخدای راکړي دا لاسونه تل په کار د ایشیا له زړه پوټۍ خاورې بادېږياوس کرمه زه ګلونه د ګلنار قافله کې د آدم ته به وردانګمشېبه دا ده چې تازه کړمه افکاراختره راشه چې راځې نو دومره وکړهد څیرې ګرېوانونو ستنه شه او تارما خو لارې دي څارلي ستا لپاره لږې وچې کړه دا اوښکې د افګارولې نکړې یو دیدن د ماتو زړونوچې لستوڼي یې شلېدلي دي په خار ها چې عمر غورځېدلي یوې ګولې ته ها چې سترګو کې یې نشته هېڅ قرارراشه راشه چې دې ولمانځم په مینې بیا مې مینه کړه ډالۍ له خلګو ځار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د خواخوږۍ پیغام", "output": "په ډیره خواشینۍ سره مو د تکړه لیکوال او ژورنالست محترم ورور حنان حبیبزي او ډاکټر صاحب داوود حبیبزي دمور د مړینې خبر ترلاسه کړ.ان لله و انا الیه راجعونمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دداسې مور مړینه چې ټولنې ته یې وطنپال اولادونه وړاندې کړي دي یوه ضایعه بولي ، له درنې کورنۍ سره یې ځان په دغه ویر کې شریک بولي .د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غړي دلوی خدای (ج) په دربار کې ارواښادې ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر دعا کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ماشومان د پوليسو له لوري وهل او ټکول کېږي", "output": "په کابل ښار کې يو لاس پلورونکى ماشوم د پوليس د وهلو او ټکولو لاندې ونيول شو. پوليس د دغه ماشوم د وهلو او ټکولو پرمهال له ناوړه کنځلو هم ګټه اخيسته. په داسې حال کې چې پوليس وسله په واک کې درلود، يو شمېر ښاريانو چې د دغه ماشومان د خلاصون هڅه يې کولې هم د پوليس له لوري وګواښل شو. دغه چلند په داسې حال کې ده چې له پوليسو څخه د قانون د ساتونکو په توګه نوم اخيستل کېږي. هغه ماشومان چې بې وزلۍ د واټونو پرسر لاس پلورلو ته اړ کړي دي، د پوليسو له لوري له بد چلند سره مخامخ کېږي. يو تن لاس پلورونکى ماشوم چې غوښتل د پوليسو د چلند بيان وکړي د يو تن پوليس له لوري تر وهلو او ټکولو � �اندې ونيول. پوليس چې پردغه ماشوم يې ګزارونه کول دغه راز هغه ته يې ناوهړ کنځلې هم کولې. دا په داسې حال کې و، چې پوليس وسله هم په واک کې درلود او هغو کسانو چې غوښتل دغه ماشوم د پوليسو له وهلو او تکلو خلاص کړي هم د پوليسو له ګواښ سره مخامخ کېده. آيا دغه وسله چې د پوليسو په واک کې ده د همدې الپاره دى.؟ په همدې حال کې د بشري حقونو د خپلواک کميسيون چارواکي ددې ډول پېښو عاملينو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي. د کابل پوليسو يو شمېر چارواکي هم وايي: د پوليسو په ليکو کې داسې کسانو لار موندلې چې د ښاريانو رواني او فزيکي امنيت په له منځه وړلو کې رول ل� �ي. څه موده وړاندې د کابل- قندهار په لويه لار له يوه چلوونکي سره د پوليس له لوري بد چلند شوى و، چې د يوې � �سنۍ له لارې يې تصوير خپور شوى و، او ورسته ددې لامل شو څو د کابل امنيه قوماندانۍ نوموړى له دندې ګوښه او محکمر ته معرفي کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د وطن كوچۍ", "output": "د دې وطن په تاو راتاو غرونو كېما د چترال د غرو هوسۍ وليدهد غرو پر پراخه او اواره لمن په مراندو ټينګه مې كېږدۍ وليدهپر هر يو كاڼي لګېدلې اوبهاوبو په څنګ كې مې كوچۍ وليدهترېنه راتاوه توره سپينه رمه كلي په څنګ كې مې شپونكۍ وليدهد خوب ليدو مې وو دا واړه غزلپه توره شپه كې مې چومنۍ| وليده. | زموږ په لهجه كې چومنۍ شيطان څراغ ته وايي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "روسيې تهران او پيونګ يانګ ته خبرداری ورکړی", "output": "د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د ايران د اټومي پروګرام لپاره د فشار لاندې د راوستلو په پرتله خبردارى ورکړى. لاوروف چې د اقيانوس او � �سيا ( اپک ) په غونډه کې ويتنام ته سفر کړى په خپلو خبرو کې يې د ايران او شمالي کوريا د اتومې پروګرام د ودرو� �و لپاره د سختو احتمالي ګامونو د پورته کولو په موخه خبردارى ورکړ او وويل: چې نړيواله ټولنه نه بايد تهران او پيونګ يانګ له حده زيات تر فشار لاندې راولي. نوموړي ويلي چې نړيواله ټولنه بايد د ايران او شمالي کو� �يا سره د مخامخ کېدو په وخت کې قاطع خو با احتياطه وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ځانمرګي بريد پاکستاني پوليسو ته درون زيان واړاوه", "output": "د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور ښار کي د يوه ځانمرګي بريد له امله د سلو په شاوخوا کي کسان وژل سوي او ټپيان دي.د راپورونه له مخي بريد نن تر غرمې وروسته د لاهور ښار پر محکمه باندي تر سره سوى چي ډېرى قربانيان هم پاکستاني پوليس ګڼل کېږي.که څه هم د لاهور د پوليسو چارواکي په بريد کي يوازي د ٢٤ کسانو د مړو او د شلو په شاوخوا کي ټپيانو پخلى کوي، خو د ښاري شفاخانو د ډاکټرانو په وينا د مړو او ټپيانو شمېر تر هغه خورا ډېر دئ چي دولتي چارواکي يې په ګوته کوي.دا په ٢٠٠٨ کال کي پاکستاني پوليسو ته تر ټولو غټ شمېره مرګ ژوبله ده چي اوړي.د تېر ډسمبر په پاى کي هم د پاکستان په راولپنډۍ ښار کي يو ځانمرګي بريد سوى و چي له امله يې د دغه هيواد د پيپلز ګوند مشره مېرمن بېنظير بوټو له شلو نورو افرادو سره ووژل.د ننني ځانمرګي بريد مسوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو تر دې وړاندي چي پر پاکستاني پوليسو او پوځيانو بريدونه سوي دي، قبايلي طالب جنګياليو يې مسوليت پر غاړه اخيستى دئ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې اعلاميه", "output": "دټول افغان وېبپاڼه کې د (( آچې ډېوې وژني » تر عنوان لاندې مطلب کې راغلي چې دافغانستان دملي راډيو تلويزيون رييس ښاغلي نجيب روشن په المان کې له دوېچ وېلې(( المان غږ » تلويزيون څخه غوښتنه کړې چې سږ کال دفوټبال دنړيوالو لوبو راپورتاژدافغانستان لپاره يوازې په دري ژبه خپور کړي ،ځکه چې دافغانستان ټول خلک په دري ژبه پوهيږي او په پښتو ژبه يې دخپرونې اړتيا نشته .که چېرې دا خبر سم وي ، موږ يې دافغانستان دملي ګټو ، ملي يووالي او اساسي قانون پر ضد له سپين سترګۍ ډک عمل ګڼو او دافغانستان دلوی اکثريت پراساسي حقونو يې ديوه ښکاره تېري په توګه غندو .همدااوس چې له پښتو ژبې سره په رسمي ادارو او مطبوعاتوکې لا هم دمېرې سلوک کيږي او په ډېرو سيمو کې دپښتنو بچيان لا هم نه شي کولی په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي او په دغه برخه کې دپښتنو دردونه او شکايتونه ورځ په ورځ زياتيږي ، داسې هڅې چې په ښکاره توګه دافغانستان داولې ژبې ياپښتو دنفي کولو لپاره تر سره کيږي ، کېدای شي ديوه ژور ملي کړکېچ سبب وګرځي .موږ دافغانستان له دولتي مشرتابه څخه غوښتنه کوو چې :ـ په (( ټول افغان » کې راغلی خبر په کلکه تعقيب کړي او دخبرې له صحت سره ، ښاغلی نجيب روشن سمدستي له کاره ګوښه کړي . ـ دافغانستان حکومت بايد ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړي چې په خپلو خپروونو کې ددواړو رسمي ژبو انډول په ټينګه وساتي .ـ ټول هغه بهرني هېوادونه او موسسې چې په خپرنيزو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي ، ددوی مرسته بايد په دې شرط ومنل شي چې دافغانستان ددواړو رسمي ژبو انډول به ساتي او او د اساسي قانون د ټينګار له مخې به يوازې دافغانستان ملي ټرمينالوجي کاروي. په درنښت دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ـ جرمني"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غم په غم پسې اومرګ په مرګ پسې زموږ لمنه نه پريږدي", "output": "١٣٨٤ لمريز د غويي ١٧مه ( دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا ) د نوميالي ليكوال، ژباړونكي اوفرهنګي ميرزاعلم حميدې دمړينې له امله دخوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا دغمرازئ پيغام ستا له ستمونو دوره چا وته فريادكړم وله مې په غشو ما همت درته نيولی ( د بيجاپور پرديس _ هجري ) غم په غم پسې اومرګ په مرګ پسې زموږ لمنه نه پريږدي ،ان چې لا ديوه ليكوال اوشاعر ،لاديوه هنر مند اوممثل جنازه خاوروته نه وي سپارل شوې چې بله ورپسې را روانه وي ، دابه زموږ نصيب اوبرخليك وي چې يوه ورځ مو هم دخندا زوږ اوشور په پرله پسې توگه په كور راننه نه ووت اوهمدا يوه چغه اويوغږ دى چې با يد وايې ورو اوورته وژاړوو. هومرګ ، او ژړا،اوهغه هم په پرله پسې توګه ... ... اودادى په دغه لړكې موديوه بل نوميالې فرهنګې يار اوخواخوږي ميرزاعلم حميدي صاحب په غم هم تغر وغوړاوه ، هغه څوك چې درې لسيزې يې دقلم دلارويوله كاروان څخه ځان اوخپلې فرهنګي هلې ځلې په خورا سختو شرايطوكي هم ونه سپمولې اوپه خپلو ليكنواو ژباړو سره يې په خپل وخت كې زموږ د دردونو اوغمونو تسل وكړ، موږ ته يې كيسې اوداستانونه راوژباړل داسې چې په يوه ځانگړي پړاوكې يې خپل پوره اثر اواغيز په ټولنه او روڼ اندو فكرونوكې درلود.د نامتو نړيوال اثر (ژوبڼ ) پښتو ژباړې اوچاپ يې په شپتموكالو كې بې شكه خپله مهمه اغيزه اووړتيا درلوده دومره چې زموږ په منځ كې د حميدې صاحب په ( ژوبڼ ) باندې نامتوشو. همداسې دټوكو خورجين اونورې ليكنې ېې په همدغه اندازه اغيزناكې اودپاملرنې وړوې اودي. دابه بې ځايه نه وي چې ووايو دده ژباړې وې چې دهغو په ترڅ كې موږ دختيزې نړۍ نوميالې تركي ليكوال عزيز نسين اودهغه دليكنې ځانګړى سبك اوانتقادي ژبه پښتوژبې ته ديوې ښكلې ډالۍ په توگه وروپيژندل . همداده چې كله په پښتوژبه كې د ژباړې خبره ياديږې بې شكه چې دارواښاد حميدې صاحب نوم په دغه برخه كې ديادونې اودرناوې وړوي. حميدي صاحب ډيرې نورې داسې علمي اوافغاني ځانګړنې درلودې چې دهغوپه لرلواو وړتيا سره به زموږ له يادو اوخاطروڅخه كله هم په يوه خوا نه شي ، دى دوياړلې خوشال فرهنګي ټولنې دلارښودې شورا له خورا درنواوقدرمنوبنسټوالو څخه و، چې په عين حال كې يې ددغې ټولنې دمالې برخې هغه برخه چې كله يې هم له معنوي پانګې پرته نورڅه نه درلودل مسوول هم و، دخوشال فرهنګي ټولنې وياړلې مشر استاد روهي به ورته ويل : (( خيردى كه موږ پيسې نه لرو حميدې صاحب خولرو. )) په دې مانا چې دده په همت زموږ ټولې مادي ستونزې دټولنې دسمبالتيا په برخه كې زموږله پامه لويدلې وې. اوموږ په دغه برخه كې په تش لاس دومره برلاسي وو چې په يوه خورا لنډه موده كي موخپل ملي اوفرهنګي هويت په يوه ستررسالت باندې بدل كړ. دخوشال فرهنګي ټولني لارښوده شورا اوټول خواخوږي ، پوهان اوفرهنګيان په هيواد كې دننه اوله هيواده دباندې دخپل دغه وياړلې غړي اوبنسټوال په ناڅاپي مړينه خپله ژوره خواشيني دخپلې ټولنې ټولوغړو، هيواد والو اودده ارواښاد كورنۍ ته دزړه له كومي څرګندوي اوپه دې باوري دي چې دحميدې صاحب مړينه دافغانستان دروڼ اندي، ادبې اوفرهنګي پاټكي په منځ كې يوه ستره اونه جبران كيدونكې ضايعه ده . اروا دې ښاده اونوم يې تلپاتې! دخوشال فرهنګې ټولنې لارښوده شورا ( کابل ) نصرالله حافظ دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسپيوجنګ په پايله کې دوه وروڼه ووژل شول", "output": "تيره ورځ دلوګرولايت مرکزپل عالم ته څېرمه دکلنګارپه سيمه کې دسپيو جنګولوپه ميله کې دوه وروڼه حميدالله چې مشهورپه باباقو او وروريې شيرزمان چې دملي امنيت کارکوونکې وو، دوسلوال لخوا په ډزو ووژل شول دلوګردوالي ويانددپيښې پخلى کوي او وايې په ځوابيه ډزوکې بريدکوونکى هم وژل شوى دپيښې مسؤليت دطالبانو وياندذبيح الله مجاهد پرغاړه اخيستى ياده دې وي چې دطالبانو دحکومت په مهال دسپيو جنګول منع وو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل عابد څومره ګرد څومره غبار دی په دې کلي کښيورک چې رانه یار دی په دې کلي کښېچا د خولګۍ طمعه کې ساتلی یم روح چې مې ایسار دی په دې کلي کښېراشه چې لیمې په دیدن ومینځمتا ته انتظار دی په دې کلي کښينن راته دلبر ویل چې څه غواړې؟وایه نن دې وار دی په دې کلي کښې((باز)) چې پرې په شین سهار دوره وهينن لکه چې ښکار دی په دې کلي کښي د میرویس جلالزي کمپوز"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په رښتیاسره به هغه سیاسی هوښیاری وی ( م.ا .خواتی)", "output": "څوورځې مخکې مې دټول افغان په ویب پاڼه کې دیوسفزې په نامه یوه مقا له کومه چې په هغې کې لیکوال زما یوه لیکنه غیرعلمی اودافغانی اخلاقو خلاف ګڼلې وه ولوستله ،بیله دې چې هغه یومثال راوړی وی چې په لیکنه کې څه غیرعلمی اوکومه خبره دافغانی اخلاقوخلاف وه ترڅو دده دا ادعاثابته کړی۰ څرنګه چې بیځایه ناندریې اوغیرضروری بحثونه عاقلانه اومسؤلانه کارنه ګڼم ومې نه غوښتل پدې هکله غبرګون وښیم ۰که څه هم په نوموړې لیکنه کې داسې مسالې وې چې دلیکوال دلیکنې ناسموالۍ یې څ� �ګنداوه اوضرور وه چې دهغې پام ورته راوګرزول شی ۰ لیکوال چې ځان دښاغلی پوهاندزیار دشاګردانو څخه معرفی کوی زه یې په دې تورن کړی وم چې ګواکې دکاندید اکادمیسین ښاغلی ظاهرافق ددوست په توګه دهغې په طرفدارۍ اودزیارصاحب خلاف دریځ نیولی دۍ ۰ددې لیکنې دخپریدوڅخه یوه ورځ وروسته دښاغلی اجمل اټک یوسفزی یوه لنډه خوپه زړه پورې � �یکنه ( په پوهاندزیاردښاغلی آصف ۰۰۰ لیکنه زما نه ده!!) په ځینوپاڼوکې نشرشوه چې درانه لیکوال دټول افغان دچلونکوڅخه غوښتې چې دده په نامه خپره شوې لیکنه چې دده نه ده لیرې اوزیاته کړې یې ده چې هغه زما اودښاغلی زیار په شخړو کارنلری اوداخبره یې هم کړیده چې (( له ښاغی انځوره را نیولې بیا ترماپورې په واروارم وپوهاندزیار ته لمن غوړولې چې داناندرۍ پریږدی اوپرځای علمی کار وکړی )) ۰ دښاغلی یوسفزی له لیکنې نه دا څرګنده شوه چې په ټول افغان کې دخپرې شوې مقالې لیکوال دا میړانه نه لری چې پخپل اصلی نوم ډګرته راووزی اودښاغلی یوسفزی په نامه یې غوښتی دی خپلې عقدې تشې اوخپل نظریات وړاندې کړی ۰ دده دداډول چلند نه دا سې بریښی چې یا هغه دخپلې تیاره ماضی څخه شرمیږی ، یا اوس هم په هغه لاره روان دۍ چې دافغان ولس له ګټو سره په ټکرکې ده اویا داچې زما د� �یکنې دمحتویاتو دردولولپاره دویلوڅه نه لری ۰هغه له یوې خوا زما دلیکنې دناسموالی یوه بیلګه هم نه ده را اخیستې اویوازې یې په تورونو لګولو غوښتې دی په ناځوانۍسره دبل چا تر نامه لاندې دزیارصاحب څخه ددفاع په پلم ه زما لیکنه غیرعلمی اودافغانی اخلاقو خلاف وګڼی اوله بله پلوه خپلې ګروپی او عقیدتی نظریې خپرې اوخپلې عقدې تشی کړی ۰ دا ډول چلند چې یوه لیکوال ته نه ښایی ممکن دزیار صاحب شاګرد هغې ته سیاسی هوښیاری ووایی داځکه موږولیدل چې یولړمعلوم الحاله سیاسی ډلوچې ژونداومبارزه یې په سیاسی معاملو،چل ول اوعوامف� �یبۍ تیره شوی درواغ ویل،تورونه لګول،دواقعیتونوتحریفول،معامله ګری ،دفرصتونوڅخه ناوړه ګټه اخیستنه اوخاینانه جوړجاړی یې سیاسی هوښیاری بلله اوهغه رښتینو سیاستوالواوسیاسی فعالینو به چې څه ډول فکرکاوه هغه به یې (( صاف اوپوست کنده )) بیله ویرې اوریا ویل هغه به یې دسیاسی هوښیارۍ څخه بې برخې ګڼل یا به یې ساده ک� �یوال بلل چې ګواکی په سیاست نه پوهیږی ۰دزیارصاحب شاګردهم دهغوڅخه یودۍ بیله دې چې دفرصت څخه په استفادې سره یې غوښتی دی پرنوروتورونه ولګوی اودبل چا په نامه خپل عقایدیا په دقیقه توګه دهغې سازمان د تګلارې مبلغ اوویاند دنده ترسره کړی کوم چې دهغې غړیتوب لری ۰اویا ورسره خواخوږی لری۰ ممکن داډول چلند چې ماته دمن� �ووړنه دۍ اوهغه ښه کارنه ګڼم په رښتیا سره به هغه سیاسی هوښیاری وی ۰ هرڅه چې وی ماته دا ډول چلند دم تهعدواوباپرنسیبه انسانانو کارنه دۍ اوفکرکوم چې دښاغلی زیارشاګردپه دې کارسره غوښتی دی بیله دې چې هغه څوک وپیژنی په یوه غشې سره دری لاندې هدفونه وولی چې له نیکه مرغه پدې کارکې پاته راغی اوښاغلی یوسفزی پخپل وخت سره دهغه پلانونه اوخیالونه شنډ کړل: زما لیکنې ترپوښتنې لاندې راوړی ،دښاغلې ا،ا،یوسفزی شخصیت زیانمن اوما دهغې خلاف ولمسوی، خپل ګروپی نظریات خپاره اوخپلې مزمنې عقدې تشې کړیهغه څه چې دزیارصاحب دشاګردپه � �یکنه کې دپام وړدی هغه په سیاسی لحاظ هم دزیارصاحب لاره نیولې اودهغې په څیرفکرکوی ۰ داچې ښاغلی ا،ا، یوسفزی بیله ځنډه دا واقعیت جوت کړ چې دنوموړې مقالې لیکوال دی نه بلکه بل څوک دۍ دهغه څخه مننه اوغواړم دده اونورودوستانوکوموچې دزیارصاحب دمشکوک شاګردنوموړې لیکنه چې اوس دټول افغان په پاڼه کې نه لیدل کیږی اوهغه یې لوستې وی داشک لیرې کړم چې زه دزیار صاحب سره کومه شخړه نلرم وړوکې تبصره وکړم� � &n; bsp; دښاغلی پوهاندزیارپه مقاله باندې زما دتبصرې هدف دا و چې دښاغلی یوسفزی په خبره دزیارصاحب پام دې خبرې ته � �اوګرزوم ، هغه (( ناندرۍ پریږدی )) چې کله ناکله یې په لیکنوکې لیدل کیږی په تیره دهغوافغان پوهانو، لیکوا� �انواوسیاستوالوکوم چې دعلم اوپوهې اوپه تیره دپښتوژبې دغوړیدواوپرمختګ لپاره دخپل استعداد،امکاناتواووس په محدوده کې کړې دی ، علمې آثاریې پرې ایښی دی یوازې نیمګړتیاوواومنفی ځانګړتیاووته ګوته ونه نیسی ۰ دا چې دهغې په (( جلادان،جلادان بلل را بلا کوی ۰۰۰)) نومې مقاله کې زیارصاحب دنورو افغان پوهانواوسیاستوالویوازې منفې ځانګړتیاوواونیمګړتیاوو ته ګوته نیولې وه دې ته اړکړم پر هغې تبصره وکړم نه دا چې دچا په دفاع اویا مخالفت کې ود� �یږم۰ که دزیارصاحب ناڅرګند شاګردزما دڅرګندونواونظریوسره موافق نه واوهغه یې ناسمې ګڼلې ښه ا ومعقوله داوه چې هغه خپله لیکنه پخپل نامه نشر،د دوستانه تبصرې اومنطقی دلیلونوپه راوړلوسره یې هغه رد اوزه یې خپ� �وتیروتنواوغلطیوته متوجه کړی وای ۰دې فرصت څخه په استفادې سره غواړم دا خبره وکړم چې له بده مرغه پر له پسې جګړو، دپردیوخاینانه لاسوهنواوتیریوموږداسې ځپلې اواغیزمن کړی یو چې دیوه معنوی بحران سره مخامخ یو۰ یو� �میر لیکوال مودومره دپردیودتبلیغاتوتراغیزلاندې راغلی اویا دپردیو په چوپړ کې دریدلې دی چې دهغوی دافغانی ضد تګلارواوپلانونو دمبلغینورول ولوبوی پخپلو لیکنواوتبلیغاتو کې زموږپه لرغونی تاریخ ملنډې وهی ، ملی اتلا ن،دعلم اوپوهې ځلانده ستوری سپک اوبدنامه کوی ،دافغان اوافغانیت پرضدتبلیغات کوی،قومی بې اتفاقیوته لمن وهی ،دهیواددلږکیودګټوپه نامه هغوی دپښتنوخلاف لمسوی ترڅو په دې توګه داپه یوبل کې ننوتی ولس په خپل ځ� �انده تاریخ بې باوره ،ملې روحیه یې کمزورې او قومی دښمنیواو بې اتفاقیو ته لمن ووهی � � موږ وینو چې څرنګه د واحداویوموټی افغانستان دښمنانوددې معنوی بحران په ژوریدواوپ� �اخیدواودهغې څخه په استفادې سره توانیدلی دی یولړمتعصبه اوتنګ نظره کسان وهڅوی چې هغه له ویاړه ډک ست� �انسانان لکه احمدشاه درانی دا دننی افغانستان بنسټ ایښودونکی اوغازی امان اله دخپلواکۍ اتل ته سپکې سپورې ووایی چې څرګندمثال یې دلطیف پدرام وروستۍ څرګندونې دی ،دا متعصبه کړۍ چې دخپل افغانیت څخه هم انکارکوی اوځانونه خراسانیان یا افغانستانیان بولی دهیواددنامه دبدلولونغارې وهی په پښتون توکمه پوهانوهم خپل زهرپاشی سیدجم ال الدین افغان داسامه سره تشبیه کوی اوبیا علامه حبیبی ته دفاشیست خطاب کوی اوکه کوم ژوندی پښتون توکمه دویښ وجدان خاوندپوه لکه روستارتره کی وینی نو هغې ته بیا نکتایی لرونکی طالب وایی ۰ کله چې یوافغان کوم چې په هیوادکې ټول میشته قومونه وروڼه ګڼی اودهغوی سره مینه لری کله چې دا ډول افغانی ضدهلې ځلې وینی ،لولی اواوری هرومروبه دهغې خلاف دریږی اود مختلفووسیلوله لارې به دهغې دعاملینوڅیرې اوموخې ،ملی - افغانی ضدتبلیغات افشااوناسموالی به یې په ګوته کوی۰ دا ډله متعهد افغانان په دې پوهیږی چې هرومروبه دمنفی غبرګونونو سره مخامخ کیږی اودتورونواوسپکوسپوروهدف به ګرزی۰ خوهغې ته یې کوم ارزښت نه دۍ ورکړی اوخپل غبرګون یې ښودلی دۍ ۰ یوه ترخه حقیقت ته بایداشاره وشی چې دتاریخ په اوږدوکې اوپه تیره وروستیودریولسیزوکې ډیرې ناوړه پیښې اوناخوالې پرموږ تحمیل شوی دی اوپه ډیره لوړه بیه را ته تمامې شوې دی چې په زیاتره دې ناخوالوکې موږ ملامته وو اویو۰کله چې خبره د ( موږ ) څخه کیږی هغه خوار ولس نه بلکه چارواکی ، واکداران ،پوهان اودپوهې اوزده کړې خاوندان دی ۰ چارواکی اوواکداران مویوازې دخپل واک په فکرکوواویادی خپلو خلکو ته یې شاه ګرزولې ،پوهانومودخلکوداذهانودروښانو� �وپه خاطرډیرلږڅه کړی اوهغو درنو پوهانو چې دعلم اوپوهې دډیوې دروښانولواوخپرولو په خاطرعلمی آثارلیکلی یا ژباړلی ځینوپوهانو ددې پرځای چې دهغې ستاینه وکړی اودهغوی سترشخصیتونه نورو ته وروپیژنی دهغوی نیمګړتیاوې یې په ګوته کړې دی اودپوهې اوزده کړو خاوندانوبیا دا ولس په پښتون اوغیرپښتون ،مجاهداوغیرمجاهد،ښه اوبدویش� �ی اوپه دې نه دۍ توانیدلی چې دسولې ،دوستۍ اوورورګلوۍ پیغام ورکونکی شی ۰پرموږ یې جګړه تحمیل کړه وموږبیا هغه پرمخ یوړه،پر موږ مهاجرتونه تحمیل شول ،پرموږپردۍ لښکرې تحمیل شوې اوبالاخره پرهغو لیکوالواودنظ� �خاوندانوکوم چې په ګران هیوادکې میشته قومونه دافغانې ټولنې نه بیلیدونکی اجزاګڼی اودهغې ویشل دقومی ،مذهبی اوژبنی تړاو په نامه اوحتی پرهغې بحث کول ورته دشرم وړخبره ده اړشوی چې دیوشمیرمتعصبینواوتنګ نظره کسانودافغانی ضدڅرګندونوپه اړوندڅه ولیکی اوپرهغې بحث وکړی ۰پرمتعهدلیکوالودا تحمیل اوتحمیلیږی چې دافغانی غمیزې دلاملینواواوسنی ځورونکی وضعیت په هکله نه بلکې په غیرضروری مسالوبحث وکړی چې دښاغلی زیارصا حب د� �اګردراپارونکې مقالې ته غبرګون هم یوتحمیلی غبرګون دۍ چې هغې ته ځواب نه ورکول ثواب نه ګڼم ،له همدې امله ما وغوښتل په دې هکله څو کرښې ولیکم اوپه پای کې دهغو ښاغلو لیکوالو څخه چې دخپلو خلکوسوکالی ،نیک م� �غی اوپتمن ژوندغواړی په درناوۍ سره غواړم اوهیله لرم چې راتلونکې ته وګوری اودپرون سره مخه ښه وکړی ۰ تا� �یخ زموږپرپرون خپل بیرحمانه قضاوت کړی اوکوی ۰ پدې فکروشی چې څرنګه افغانان سره نږدی کیدای شی ؟ څرنګه کیدای شی افغان وژنې ته دپای ټکی کیښودل شی ؟ دافغانستان دموجودناوړه اوله شرمه ډک حالت څخه دوتلولاره کومه ده ؟ددې په شان لسګونه نورې پوښتنې دی چې لیکوالواودنظرخاوندانوته ښایی هغې ته خپلې لیکنې ځانګړې کړی اوځوابونه ورته ولټوی نه داچې په دې هکله خپل ګران وخت ضایع کړی اوکاغذونه تورکړی اوخپل ذهنی قضاوتونه وکړی چې پلانی ښه و اوپلانی بد، ماڅه کړی اوتا څه وکړل ؟ دې ګوندڅه وکړل اوهغې څه وکړل ؟ پای د۲۰۰۸ کال داګست یو� �سمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تیره شپه دپیښور په ښار ۱۱ راکټونه توغول شوی دي", "output": "دپيښور په ورسك روډ دمتهرې په سيمه كښې په ارمى ګريژن كالونۍ دشپې مهال دنامعلوم وسله والو لخوا 11 راكټه وتوغول شو چې له امله ئې 10 راكټونه وچاوْديدل ددې چاوْدنو له امله په كالونۍ كښې دسكول،ميلمسون، دګڼوكورونو ديوالونو او چتونو ته تاوان ورسيد خو مرګ ژوبله ئې نه ده رامنځ ته كړې او په سيمه كښې سخته ويره خپره شوه وئيل كيږى چې راكټونه دمهمندايجنسۍ دډب كورونواوشنو غونډۍ څخه توغول شوى دى پوليسو پلټنې پيل كړى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لپې پرله پسې درېيمه او څلورمه ګڼه چاپ شوه .", "output": "لپه د محمد نبي ساحل په مسوول مديريت درې مياشتينۍ مجله ده چې په پښتو سربېره دري مطالب هم خپر وي د لپې پرله پسې درېيمه او څلورمه ګڼه په ١٣٠ مخونو کې تازه له چاپه راوتلې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان پخوانی لومړی وزير نا اهله وبلل شو", "output": "افغانزی د پاکستان د پنجاب ايالت د يوې محکمې له خوا د پاکستان پخوانی لومړی وزير ميا نواز شريف په دغه هيواد کې د لومړنيو ټولټاکنو لپاره يو نا اهله کانديد وګڼل شو خو د نوموړي د ورور شهباز شريف په اړه لا تر اوسه څه نه دي ويل شوي. د مسلم ليګ نواز ګوند مشر ميا محمد نواز شريف نن د پاکستان د پنجاب ايالت د يوې محکمې له خوا د راروانو ټولټاکنو لپاره نا سم او نا اهله وباله، او زياته يې کړه چې نواز شريف ته بايد په راتلونکو ټولټاکنو کې د کانديدېدو اجازه ور نه کړل شي. که څه هم يادې شوې محکمې د نواز شريف د نا اهلتوب کوم دليل وړاندې نه کړ خو محکمې يو شمېر قاضيانو يوازې د رسنيو په وړاندې دومره وويل، چې ممکن د نواز شريف د ورور شهباز ش� �يف چې همدا څو ورځې وړاندې يې د همدې ايالت د والي په توګه نوې دنده پيل کړې ده، د نوموړي په وړاندې هم د محکمې له خوا پلټنې پيل شي. د نواز شريف په اړه د پنجاب ايالت نوموړې محکمه په داسې حال کې د نا اهلۍ پرېکړه کوي چې په دغه هيواد کې ډېر خلک په دې اند وو چې د بېنظير بوټو تر وژل کېدو وروسته به نوموړی د پاکستان د لومړي وزير په توګه وټاکل شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دكوريايي تښتول شويو وګړيو ځاى افغان سرتيرو كلابند كړ", "output": "دبي بي سي د انك� �يسي ويپاڼې په خبر افغان سرتيرو هغه ځاى چې،ويل كيږي طالبانو په كې تښتول شوي كوريايي وكړي ساتلى كلابند كړى دى.د غې ويپاڼې د افغانستان د دفاع وزارت د چارواكو له قوله خبر وركړى چې،په دغه سيمه كې يوشمير طالب جنګيالي هم كلابندي شوي.دم كړۍ افغان سرتيري هڅه كوي چې،كوريايي وكړي ژوندي د طالبانو له منګولو څخه را خلاص كړي.نن سهار يوه كوريايي لوړ پوړي پلاوي هم د خپلو وكړيو دخوشي كيدو لپاره كابل ته را ورسيد.طالبانو ددغو كسانو دخوشي كيدو په بدل كې له افغان دولت څخه دخپلو سرتيرو دخوشي كيدو،له افغانستان څخه دكوريايي كاركوونكيو او سرتيرو دويستلو غوښتنه كړې ده.طالبانو د دغو كسانو دوژل كيدو وروستۍ نيټه د يكشنبې دروځې ماښام په كوته كړى دى.تراوسه لا د طالبانو او ورسره ديرغمل شويو كوريايي وكړيو دځاى دكلابند كيدو په اړه پوره جزيات رسنيو ته په لاس نه دي ورغلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امربالمعروف نهي عن المنكر", "output": "امربالمعروف نهي عن المنكر داسلام مبارك دين دخپراوي دنده الله تعالي دانبياء كرامونه پس محمدي امت ته سپارلي اوهمدغه يي ورته دبهترۍ معيار ټاكلى الله داسلام دمبارك دين بلونكي بايد ددعوت لوازماتو څخه باخبره وي اوهم بايد پدي وپوهيږي چي امر بالمعروف اونهي عن المنكر څه ته وايي ترڅو دبلني په مقصد پوهيدلى وي. دمعروف اومنكر تعريف : علماء كرامو دمعروف اومنكر تعريف په لاندي ډول ذكر كړى . ١ : معروف هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي ښه ګڼي منكر هغه څه ته وايي چي شرعه اوعقل يي بد ګڼي (تفسير مدارك) ٢ : هغه څه چي دقراّن اوسنتو موافق وي معروف اوچي خلاف يي وي منكر بلل كيږي (تفسير مدارك) ٣ : معروف طاعت اومنكر معصيت ته وايي (تفسير مدارك) ٤ : ابوالعاليه وايي معروف توحيد اومنكر شرك ته وايي (ذادالمسير ) ٥ : هغه چي په شرعه كي ذكروي فرض وي واجب اوكه مستحب معروف بلل كيږي اوچي شرعاً منعه وي حرام وي كه مكروه منكر بلل كيږي ( تفسير مظهري جلد1صفحه ١١٤) نور بيا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پارلمان ناسمه پریکړه او د ډالرو ننۍ معامله(دمشعل لیکنه)", "output": "هامبورګ - جرمنيله ک� �ونو کلونو جګړو وروسته اوس افغانستان هم د یو شمیر دیموکراتیکو ټولنو په څیر د چا په خبر د خپلو دیموکراتیکو آرزوګانو د پوره کولو په لور یو شمیر ګامونه پورته کړي خو یو شمیر یې لا هم له خنډونو سره مخ دي. د ملت د استازو په خوښه د دولت جوړیدل، د اسلامي، افغاني او نړیوالو قوانینو او اعلامیو په پام کې نیولو سره د اساسي � �انون جوړیدل او تر زیاته بریده پلي کول یوه له هغو لاس ته راوړنو څخه ده چې افغانان د ډيرو کلونو وروسته د هغه له ګټو څخه برخمن شوي دي. که څه هم د طالبانو د ماتې روسته د اساسي قانون د پلي کیدو پر وړاندي یو لړ خن� �ونه شته او په ځينو مواردو کې د قانون پلي کونکي اداري هم څه نا څه پاتي راغلي خو اوس د قانون جوړونکو ( د پار� �مان غړو) په مینځ کې هم داسي څيرې را پیدا شوي چې د قانون ماتولو ته یې لاسونه بډوهلي او د امریکايي ډالرو لپا� �ه د قانون د ماتولو په موخه کار کوي. د قانون د ماتولو بیلګې خو په ټیټو کچو کې کومه نوي خبره نه ده خو د قانون جوړونکو له خوا د قوانینو ماتول هغه مسله ده چې ورته ګوته نیول کیدای شي او ښایي لوی او نه بښونکی خیانت هم وشمیرل شي. له تیرو څو کلونو را پدې خوا چې د افغانستان پارلمان جوړ شوی ، په وار وار څارنوا� �انو، د پولیسو قوماندانانو، وزیرانو او نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو په قانون جوړونکو یعني د پارلمان په یو شمیر وکیلانو تور لګولی چې له دوي څخه ناقانونه غوښتني لري او په وار د هغو کسانو ملا تړي چې قانون م اتونکي دي. که چیرته د قانون له مخې یو کس د قانون ماتونکي ننګه وکړي نو په خپله هم قانون ماتونکی شمیرل کیدای شي او ورته د جزا په قانون کې ځانګړي جزا هم ټاکل شوي ده. پخواني لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، د کابل د پولیسو قوماندان، د روغتیا وزیر محمد امین فاطمي او یو شمیر نورو عالي رتبه چارواکو په وار � �کایتونه کړي چې د پارلمان یو شمیر معامله ګرو وکیلانو له دوې څخه په وار وار غوښتي چې د دوي مجرم ملګري د � �انون له منګولو وژغوري که نه نو په یوه او بل نامه به یې پارلمان ته د سپکولو لپاره ور وغواړي. د پارلمان یو شمیر اوسني غړي چې کله خپل اوسني مقام ته ورسیدل نو خپل پخواني تجارتونه یې پریښودل او د چا په خبر په کمیشن کارۍ یې پیل وکړ. کمیشن کاري په دې معنی چې مجرم به یې له چارواکو په یوه او بل نامه خلاصاوه او بیا به یې د خلاص شوي مجرم له کورنۍ څخه پیسې اخیستي چې لا هم د وکیلانو دغه په عامه اصطلاح د دلالۍ کار روان دی. د پا� �لمان د یو شمیر وکیلانو دغه دلالي نو یو ځل بیا د ټلویزیونو پر پریدو را ښکاره شوه او یوې ډلي وکیلانو وښوده چې دوي څومره په صداقت سره دلالي کوي او د ډالرو په بدل کې د خپل وجدان او اعتبار خرڅولو ته هم چمتو دي. د پارلمان یو شمیر وکیلانو نن یو ځل بیا په صداقت سره د خپلي بي ایمانۍ ثبوت ملت ته وړاندي کړ. دغه بي ایم اني او خیانت د ولسمشر کرزي له دریو نومول شویو وزیرانو سره د وکیلانو د کردار په ډول کې څرګند شو. نن د دوشنبې په ورځ ولسمشر کرزي خپل دری نوي وزیران هر یوه وحیدالله شهراني، عبدالکریم براهوي او اسدالله خالد پارلمان ته د باور د رایو د تر لاسه کولو په موخه ور وپیژندل. د رایو د ورکړني جریان که څه هم علني وو او پکې هیڅ راز تخنیکي درغلي نه تر سترګو کیده خو اصلي ستونزه او درغلي د یو شمیر وکیلانو په شعور او م نطق کې وه. له دغو دریو پیشنهادي وزیرانو څخه دوه ومنل شول خو یو و نه منل شو. آیا وکیلانو نن بیا له خپلو مغزو کار واخیست او که یې بیا د چا په خبر چوټ انداز ډزونه وکړل؟ زما په نظر چې د وکیلانو ننۍ پریکړه خو بیا چوټ انداز او سل په سلو کې د تل په شان نا سمه وه.دا ځکه چې : که چیرته د سرحدونو، قومونو او قبای� �و چارو د پخواني وزیر عبدالکریم براهوي کارونه او د ماموریت څرنګولای وڅیړل شي نو دا به په اسانۍ سر ومومو چې هغه د سرحداتو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه خپله دنده تر کومه حده سر ته رسولي ده او اوس به د کډوا� �و چارو وزارت کې څه وکړي. که چیرته د سرحداتو وزارت کړني، پروژی او ادارې چارو ته وکتل شي نو دا څرګندیږي چې ښاغلی براهوي تر کومه بریده بي کفایته او ناکاره وزیر په توګه دنده تر سره کړي ده. خو ولي د پارلمان وکیلان په دغومره غټو خطا ګانو سترګي پټوي او یو ځل بیا براهوي ته رایه ورکوي؟آیا وکیلان غواړي د براهوي په څير په یوه ړانده توغندي د کډوالو چارو وزارت هم دړې وړي کړي که څنګه؟هو، وکیلان خو د کډوالو او د کډوالو د وزارت څه پروا لري، هغوي ته خو ډالر مهم دي ډالر. آیا وکیلان پارلمان ته د جبونو د ډکولو لپاره راغلي او که غواړي هغو کسانو ته خدمت وکړي چې پر دوي یې باور کړی او دوي یې دې مقام ته را سولي دي؟د ملت استازي خو د د دوي پر وینا د خلکو له خوا غوره شوي او ملت ته مسولیت لري چې باید د هغوي نه په سمه توګه نماینده ګي وکړي نه دا چې د څو زرو ډالرو په بدل کې ډله ډله شي او د موافقو او تړونونو له مخې یو شمیر مشخصو وزیرانو ته د باور رایي و� �کړي. د افسوس خبره ده چې د پارلمان یو شمیر وکیلان چې کافي معاش هم د حکومت له خوا ورته ورکول کیږی، بیا هم د هرې رایې په مقابل کې په دوو زرو ډالرو خپل حیثیت خرڅوي او هغه وزیر ته رایه ورکوي چې نور نو د وزارت لیاقت نه لري او نه باید د افغانستان د بربادولو او د افغان مظلوم ولس په برخلیک لوبي وکړي. وحید الله � �هراني چې د لوی شهراني زوی دی او له پښتنو سره هم په دښمنۍ تورن دی یو بل له هغو نوم آندو وزیرانو څخه وو چې نن یې د باور رایه تر لاسه کړه. پوښتنه دا ده چې پښتنو څرنګه شهراني ته رایه ورکړه؟ شهراني خو له ولسمشر کرزي نیولي، بیا د مالیې تر وزیره او تر ډیرو پښتنو مشرانو پوري له ډیرو افغاني ملي څيرو سره شخړي کړي، رشوتونه یې اخیستي، سوداګر یې افغان ځپونکو فعالیتونو ته هڅولي او د همدې شخړو په سبب د مالیې له وزارت څه هم شړل شوی وو. آیا وکیلانو شهراني مو هم د ډالرو په مقابل کې وزیر کړ؟د ولس استازو تاسو به خدای ته څه ځواب وایاست؟آیا هغه کسان به تاسي وبښې چې تاسو ته یې رایي درکړي او اوس د هغوي په رایو مزې او چړچې کوی؟آيا هغو کسانو چې تاسو ته رایي درکړي وي، دا یې هم درته ویلي وو چې زمونږ د رایو په بدل کې تاسو په ډالرو معاملې وکړﺉ؟ نه هیڅ کله هم نه ! دا ځکه چې د افغان ولسي وګړو پر سر خو له کلونو کلونو را پدې خوا د یو شمیر کسانو لوبي کړي او لاهم همدا مظلوم ولس د دغو کسانو د لوبو قربانیان دي. وحیدالله شهراني ته نژدې باوري کسانو ویلي چې نوموړی کله چې د ولسمشر کرزي له خوا د سوداګرۍ وزارت د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو نو له هغو � �ومړیو ورځو یې د ولسي جرګې له یو شمیر وکیلانو سره د مخفي غونډو په جوړولو پیل وکړ او شاوخوا دوه نیم ملیونه ام ریکايي ډالر یې همدې یو شمیر وکیلانو ته ور وویشل چې ده ته د باور رایي ورکړي. آیا شهراني صایب دغه پیسې و� �سره له کومه ځایه راوړي وي چې په وکیلانو یې وویشلي او که ده هم د جهاد څخه تر لاسه کړي دي؟ دغه نام بدي او د وکیلانو کړني د دې ښکارندوي کوي چې نور نو یو شمیر وکیلان اوس حاضر دي چې د خپل ماموریت د پای ته رسیدو دمخه � �الرمینان شيٍ او د ډالرو په مقابل کې د ملت په سرنوشت لوبي وکړي. ه پارلمان کي هغه مشخصه کړۍ نن یو ځل بیا وتوانیده چې د ولسمشر کرزي له خوا نومول شوی پښتون وزیر اسدالله خالد ته رایه ورنه کړي او له پښتنو سره په خپل دې نا ځوان مردانه چلند یې دا وښوده چې په دې پارلمان کي څومره پښتانه خرڅ شوي وکیلان دخلکو استازیتوب کوي . که چیرته د اسدالله خالد کړني د کندهار اوغزني په ولایتونو کې وڅيړلي شي نو دا به له و� �ایه معلومه شي چې نوموړی څومره بریالی وو. په کندهار کې خو له تیرو دریومیاشتو را پدې خوا تاسو شاهد یاست چې څه تیریږي؟ خو د پارلمان یو شمیر پښتنو وکیلانونن ثابته کړه چې دوي بیا هم په غلطو پلونو پل کیښود او د ډالرو په مقابل کې یې خپل یو فعال او په کارپوه پښتون ته رایه ور نه کړه په داسي ح ال کې چې ازبک او بلوچ وزیرانو د باور رایه تر لاسه کړه. د پښتنو د بربادۍ لپاره خو د القاعده او طالب تر نامه لاندي له اووکلونو را پدې خوا ځپونکي عملیات پیل شوي خو اوس په خپله یو شمیر پښتانه وکیلان چې د پښتنو سیمو په استازي توب پارلمان ته راغلي د ډالرو په مقابل کې له خپل افغانیت څخه تیر شوي دي. په پای کې د هغو وکیلانو څخه چې په ډل او ډلبازیو باندي د یو شمیر نورو وکیلانو د شوترانو په توګه د پارلمان په دننه کې دنده تر سره کوي زما هیله دا ده چې نور نو د خدای په خاطر دغو کارونو څخه ډډه وکړي چې نور نو افغان ولس د خپلو سیاسي لوبو قربانیان نه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ځان سندره", "output": "ژباړن: عزت الله پېژاند زه ځان لمانځم زه ځان ستايم په سندره ښايي زما د زړګي خوښه ستا شي خوښه دا په دې چې، زما وجود، بس ستا وجود دى اى جانانه!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجاسوسى په تور ٢ تنه افغانان وژل شوي", "output": "د پاکستان پوليسو نن افغان پولې ته نږدې د شمالى وزيرستان د ميرانشاه په دووجلاوقبايلى سيمو کې د حق نواز او نورولى په نمونود ٢ تنو افغان کډالو مړي پيدا کړي چې افغان دولت ته د جاوسوسى په تور د ناپيږاندو کسانو له خوا وژل شوي دي. له وژل کسانو سره يو ليک ترلاسه شوي ، چې د پاکستانى چارواکو د وينا له مخې په دغه ليک راغلى چې نوموړى کسان افغان دولت ته د جاوسوسى په تور وژل شوي دي . په وژل شوو کسانو کې يو تن دينى عالم دى .د نوموړو کسانو سرونه غوڅ شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جلال اباد په ښار کې يو لاريون وشو .", "output": "پرون د ننګرهار گڼ شمير اوسيدونکو د جلا ل اباد د ښار په واټونوکې کې د رمضان بشردوست د وروستيو څرګندونو پر ضد يو لاريون وکړ او د بشر دوست هغه څرګندونې يې چې د کليو او پراختيا وزارت د وزير او نورو چارواکو په پته کړې وې، وغندلى او دا ډول څرګندونې يې ددشمنانو کار او توطيه وبلله . د کليو او پراختيا وزارت مرستيال هم وړاندى د بشر دوست د داډول څرګندونو تر شا د يوې شبکې لاس لرل و ګڼل او ددولت وياند هم ددغه وزارت کړنې وستايلې او ددغه وزارت وزير يې يو کارپوه شخص وباله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د عدلیې وزارت ته ننوتي برید کونکي ووژل شول", "output": "د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایې چې د عدلیې وزارت ودانۍ ته داخل شوي یو شمیر ترهگر چی ځینی رپوټونه یی شمیره پینځه او ځیني یې � �پږ ښيي ، له یو ساعته مقاومت وروسته ووژل شول.دغه کسان نن وزات ته ننوتل او یو شمیر مامورین یی هم وژلي ول. ویل کیږي افغان استخبارات د بریدونو له نني پلان څخه دوه ورځي وړاندي لا خبر ول او له همدې امله وزیر سرور دانش او د هغه نور عالي رتبه مامورین د برید پر مهال په وزارت کی موجود نه ول . سهار وختی ټولو لور پورو چارواکو ته د دغه برید په اړه راپور رسیدلی وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان:په ننگرهارکې موتېره ورځ لس پوليس وژلي دي", "output": "طالب وياند زبيح الله مجاهد بېنوا ته د تليفون په ليکه له نامالوم ځای څخه وويل، چې تېره ورځ يوولس نيمې بجې د تورخم جلال اباد په لويه لاره د کوټ په سيمه کې د دوی ځواکونو لس پوليس د ښخ شوي ماين په وسيله وژلي دي، زبيح الله مجاهد وويل، چې ماين د پوليسو په موټر الوزول شوى او په کې سپاره ساتنويان (پوليس) ټول وژل شوي٠ د ننګرهار امنيه قومندانۍ پېښه تاييد کړې٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان په موسى كلا كې بريالې شول", "output": "په ملې شورا كې د هلمند د خلكو وكيلې نسيمه نيازۍ ويلې چې د هلمند ولايت له موسى كلا ولسوالې څخه د ناټو ځواكونو له وتلو وروسته دا ولسوالې په بشپړه توګه د پخوانېو طالبانو لاسته ورغلې او هغوى په دې ولسوالې او اړوندو كليو مسلط دې. هغه وايې كله چې دې دا خبرې په پار� �مان كې وكړې نو د هلمند ولايت د دولتې چارواكو له خوا هم ګواښل شوې ده. له بلې خوا په كابل كې د هلمند ولايت څخه راغليو اوسېدونكو وويل چې د هلمند له ولسواليو د ناټو ځواكو وتل د دې معنى لرې چې دا ولسوالې د يوه په بل پسې د طالبانو لاسته ورځې او دولت بايد د دوى غم وخورې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د رفيق حريري د وژني ځيني كسان وپېژندل سول", "output": "د لبنان د صدراعظم رفيق حريري پر دوسيه څېړونكې ډله وايي د هغه په وژنه كي ځيني داخل كسان يې پېژندلي دي.رفيق حريري نيژدې دوه كاله وړاندي په پ� �ازمېنه بيروت كي په مرموز ډول ووژل سو، چي په مرګ كي يې د سوريې حكومت په لاس لرلو تورن سو.ښاغلى حريري يو له هغو كسانو ځني و چي د لبنان له خاوري څخه يې د سوريې په ګډون د ځينو بهرنيو هيوادونو د سرتېرو په ايستلو كي د م� �ګرو ملتونو د ۲۰۰۴ كال د پروسيجر ملاتړ كاوه.د ملګرو ملتونو هيئت چي د حريري پر دوسيه يې كار كاوه وايي د هغه موټر رانيونكي يې پېژندلي چي په ۲۰۰۵ كال په بيروت كي د نوموړي د وژني دپاره كارول سوى و.د ملګرو ملتونو د تحقيقاتي ډلي مشر سرګي برامرتز وايي دغه راز يې هغه كسان هم پېژندلي چي د ښاغلي رفيق حريري د ځينو كارونو د څ ارني دپاره يې د ټلېفون كارتونه رانيولي وه، خو نوموړي د هغو كسانو ځني د چانو په ډاګه نكړ.د يادوني وړ ده چي د ښاغلي حريري د وژني په تور ۴ لبناني جنرالان چي د سوريې پلويان ګڼل كېږي د ۲۰ مياشتو راهيسي نيول سوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دموسي کلا خوږې اوترخې خاطري.", "output": "په١٣٤٠ کلوکښي هغه وخت چي زه دښوونځۍ لس کلن زده کوونکی وم ,داوړي درخصتيو په مهال به تل وموسي کلاته دخپلوانودليدلو لپاره دکورنۍ سره يوځاي تلم.زموږخپلوان دموسي کلا په بيلابيلوسيمولکه مظهراباد,کوبر,لنډۍ ناوه,کاريز اوشابان کښي ,ميشت ول.که دموسي کلا دسيند سره يوځاي مخ پرکښته دسنګين ولسوالۍ دمرکزپه لور حرکت وکړونوښی اوکيڼ لاس ته مو دموسي کلاناوه او� �ږڅه ليري ښی خوا پورته نورغټ اوکوچيني کلي پراته دي.دموسي کلا سينددکوبر اوسرپوزي _سنګين په سيموکښي دهلمند په سيند ورګډيږي.دموسي کلاناوه دهرډول ميوو ,غلودانو اوکوکنارو دشته والي له امله ډيره نامتو سيمه ده.خ� �ک ئي شته من او بډاي دي.دلويانودرناوۍ,دمشراوکشرپوره څرنګوالی,ديوبل سره مرسته,مينه اورښتينولي,مړانه ميلمه پالنه اوداسي نور ټولي هغه ځانګړتياوي دي چي دي خلکوته په ميراث پاته دي.دکمزورودشتو په زور اخيستنه,پرهغوي باندي خپل امرچلول,پرهلکانوباندي په زوريا په رضا جنسي تيری,دسرخيل او مزدورانو يا بزګرانو ترمنځ لکه مځکه اواسمان توپير,دښوونځۍ سره دښمني ,دهيواد اودولت سره بي پروايي اوداسي نور هغه نيمګړتياوي دي چه دلته ئي دبي وزلو ژوند تريخ کړی دی.هغه وخت چي پخواني پاچا ارواښادمحمدظاهرپدي سيموکښي دښوونځيو جوړوني هوډ څرګندکړ ,نودموسي کلا دخانانو له سخت غبرګون سره مخامخ شو چي خبره ان وجګړي ته و� �سيده.ددولتي ضدپاڅون مشري دعليزوقوم مشر خان محمد افضل خان په غاړه وه.دنوموړي دستايني په هکله ډيرنظمونه جوړشويدي چي مهم ئي داسي پيليږي: محمدافضل خان ويل مکتب نه درکومهدسنګين ترمانده پورته نه درپسي ځمه که څه هم پاڅون ماتي وخوړه خوبياهم په موسي کلا اونوروسيموکښي ښوونځۍ هسي تش په نامه وي اويوازي تردريم ټولګۍ پوري وي چي پرنشته حساب وي.د موسي کلاپه مرکز کښي په ١٣٥٠ کلوکښي يوازي يوه ليسه جوړه سوه .خود١٣٥٧کال راپديخوا بيا ترنن ورځي پوري پدي سيمو کي ښوونځۍ په نشته باندي شميرل کيږي.پدي سيموکښي کابل اوراډيو افغانستان چا نه پيژندل,خوکوټه)کويټه(,راډيوپاکستان-کوټه,هرچا پيژندل دغه راډيوپه کندهارۍلهجه خبري کوي اويوزيات شمير کندهاري سندرغاړيو لکه شاه محمد کندهاري ,ولي محمد, وليجان کندهاري اوداسي نورودکوټي را ډ يوله لاري خپلي سندري اورولي .ددي سيمي خلکوخپل ناروغان به تل وکوټي ته بيول اواوس ئي هم بياييدلومړي ځل لپاره په افغانستان کښ دموسي کلا بنسټپالو په کال ١٣٥٧ کښي دخپلي ليسي دم سافروښوونکواوزده کوونکوغاړي لکه دچرګانو په ډول دملحد,کافر اواووښتي ترنامه لاندي, ورپري کړي اودويني تويوني بنسټ ئي کښيښود.ودي سيمي ته دپوهي اوخپل ټاټوبي سره دميني درڼا دراتلوپه هيله. په درنا وي.هالينډ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په وردګو کي دچکاواونخي سړکونوکارونه پيل شول !", "output": "دميدان وردګوولايت دچک اواونخي سړکونوکارونه عملاپيل شول.ددغوسړکونودکاردپيل کېدوپه مراسموکې دافغانستان ددولت وزير په پارلماني چارو کې � �اکتر فاروق وردگ،دټول گټو وزير سهراب علي سفري،د اطلاعاتواوفرهنگ وزيرعبدالکريم خرم،د ميدان وردگوولايت والی الحاج عبدالجبارنعيمی،دمحلی ارگانونو عمومي رئيس غلام جيلاني پوپل،په کابل کی د UNAMA مرستيال کرس ا� �کساندر، د ملي اردود لوي درستيځ مرستــــــيال ډگر جنرال محمد اسحق نوري دميدان وردگو ولايت د ادارو � �ئيسانو د دې ولايت څخه د ملي شورااوولسي جرگې ځينو غړيواود سيد ابآد او چک دولسواليوگڼ شميرمشرانو، مخه و� �واو اوسيدونکو گډون کړي وو. 1- د چک سړک: نوموړی سړک چې دکابل قندهاردلويې لارې نه دچک تر ولسوالۍ پورې 25 کيلومتره طول لري د 7 مترو په عرض په پاخه او اساسي ډول يانی قيريزی کيږی چه دسړک د قير ريزي چارې يې دافغان کورياديوه داخلي شرکت له خواد 4.7 ميليونه امريکائي ډالرو په لگښت په يوه کال کې تکميليږی. 2-د سيد آباد او اونخي تر منځ سړک: نوموړی سړک چه د ولسوالۍ دمرکزنه د اونخي درې تر اخېره پورې ټول 19 کېلو متره طول لري د2.5 ميليون امريکائي ډالرو په لگښت په پاخه او اساسي ډول يانی قير ريزی كيږي او ټاکل شوې ده چې په نه مياشتو کې به ګټې ته و سپارل شی. د ميدان وردگو والي عبدالجبار نعيمي د خپلې ويناپه يوه برخه کې ددې سړکونود م نظورولو څخه پخپله د جلالتماب ولس مشر نه مننه وکړه اوويې ويل چې داســــــړک د ولسمشر صاحب ځانگړې ډالۍ ده،د ميدان وردگودولايت اوسېدونکيوته همدارنگه والی صاحب دکابينې دهغوغړونه په قدردا نۍ سره يادونه وکړه چې ددې سړک د منظورولو لپاره منډې ترړې كړې لكه ،ډاکتر صاحب فاروق وردگ،ددفاع وزيرسترجنرال عبدالرحيم وردگ،دخ� �م صيب او دټولګټودوزارت وزير صيب نه . د ميدان وردگو والي زياته كړه،چې نوموړې دوه پروژې به دميدان و� �دګوخلكوته دروزګاردپيداكولواواقتصاددښه كولولپاره يوه ښه مرجع وګرځي،والي وويل چې دميدان وردگوغيرتمندو� �س ددوه نيموکالورا هيسې دکوکنارو په نه کرلو ددې ولايت او خاصتاً زما شمله لوړه کړېده اودا نېک نوم يې دې ولايت ته گټلي دي. وروسته دټول گټووزيرسهراب علي سفري دخپلې وينا په ترڅ کې زياته کړه: زه دلته دوه شيان دي چې ډېريې د خوشحالۍ وړ بولم يو داچې دپرمختياکارونوپرانسته کوم،بل داچې زه ددې ولايت اوسېدونکی يم، چې پخپل و� �ايت کې داسې پروژوپرانسته كووم. ور پسی ددولت وزيرپه پـــــــــارلــماني چــاروكې ډاکـټرغلام فاروق وردگ د خپلې وينا په يوه برخه کې وويل:لکه څنگه چې تاريخ شاهد دی د وردگو قوم په دوران د تاريخ کې په ښه نامه شه� �ت لري د هر ځای نه د مسافرو کاروانونه چې به دې ولايت ته ورسېدل دامن احساس به يې کاوه مگر پدې وروستيو کې دو� �دگوپه ولايت کې د ځينو بد امنيواودغلا گانو راپورونه تر لاسه کيږي ده دوردگوپه ټول غيرتي ولس ږغ وکړچې ددې نه وروسته نورغلوته ځای ورنکړي اودسړک د ټولوکارکونکيو سره د زړه دتله همکارۍ وکړي اودسړک انجينران لکه خپل مې� �مانه وگڼي اودهرسړي دنده ده،چې دسړک په سرته رسولوکښې داړوندوموسسوسره همكارۍوكړئ،ځکه چې دسړک جوړول صدقه جاريه ده. وروسته ټولوويناوالو لکه د اطلاعاتواوفرهنگ وزير عبدالکريم خرم،دNAMA مرستيال کرس الکساندر،دکو� �نيوچارو پخوانی وزير تاج محمد وردگ، سناتور سميع جان هم د سيمې په خلکو باندی ږغ وکړ چې د سړک دکارونودپ� �مخ بيولولپاره له هيڅ ډول همکارۍ نه ډډه ونکړی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوس يې په خوست کې بمونه خنثي کړل", "output": "په خوست کې ېي بمونه کشف کړي او خنثي کړيدي.له خوست ولايت په راغلي خبر کې ويل شويدي چې دا د ولايت پوليسو د خوست ښار شمال لوري ته د متون په سړو اوبو سيمه کې دوه داني د ريموټ کنټرول ماينونه مخکې له چاوديدو کشف کړي او خنثي ګړيدي.دا خبري څو شيبي وړاندي د خوست ولايت امنيت امر ډګروال محمد يعقوب مندوزي بينوا ته وکړي.او زياته يې کړه چې دغه ماينونو ته يې هم هلته له مينځه يوړل. او د طالب جنګياليو وياند ذبيح الله مجاهد څو شيبي وړاندي بينوا ته وه ويل چې د خوست په مندوزيو ولسوالۍ کې يې په اکملاتي کاروان بريد کړۍ دۍ او څلور موټرې ختمي کړيدي. خو دخوست امنيت امر ډګروال محمد يعقوب مندوزي وايې چې دوي داسې کوم راپور نلري،ده دام وه ويل چې د ولسوالي پولسو سيمه څارلي ده کوم داسي کار ندي ليدل شوۍ.دا چې مونږ د چا خبره ومنو سيمې ته په رسيدو يو څه وخت لګيږي او ډير ځله ښکيلي غاړي يو بل ته د مرګ او ژوبلو خبري کوي خو په بيړه يې سپيناو ګران وي.خو حقيقت د سيمې خلکوته معلوميږي چې کومه غاړه د � �يښتيا په لور ده. &nbs; p; & nbsp; � �اکتر کمال سادات"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي د رحمان بابا په مزار باندې چاودنه وغندله", "output": "نن يو ځل بيا د افغانانو د دين ، علم ،ادب او تاريخ دښمنانو يو نا بښونکى جنايت تر سره کړ .د سولې ،عرفان او بشردوستۍ د ستر شاعر عبدالرحمن بابا مقبره چې د خداى د دوستانو زيارت ګاه وه ددغه دښمن له خوا منفجره کړاى شوه . زه دغه عمل په کلکه غندم او دا د سيمې د مسلمانو و� �سونو پر ضد د دسيسې ادامه بولم کومه چې متاسفانه له ډيرې مودې راهيسې يې په اور کې دا ولسونه کړيږي . ددغه سيمې د ماشومانو مکتوبونه سوزول ،د دوى تاريخي او ادبي افتخارات له منځه وړل او داسې نور اعمال ددې لپاره ترسره کيږي چې ددې ولس تاريخ او هويت نابود شي . خو د لوى خداى په مرسته به دا دسيسې ناکامه وي ،لکه څنګه چې د رحمان بابا د مزار په ورانولو د رحمان بابا نوم او آثار له منځه نه ځي او د تل لپاره به ژوندي وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هند کي د يوه پُل د نړېدو له امله ٣٥ تنه مړه سول", "output": "د هند د بهار ايالت په بهاګلپور کي د يوه پُل د رالوېدو له امله ٣٥ تنه مړه سول. دغه پېښه هغه وخت رامنځته سوه چي تر پله لاندي يوه ريل ګاډۍ د تېرېدو په حال کي وه. د عيني شاهدانو په وينا د ګاډۍ يوه ډبه په بشپړ ډول زيانمنه سوې ده. د هندي رسنيو د راپورونو له مخي تر اوسه له ډبې څخه د ٣٢ تنو مړي را ايستل سوي او ١٥ تنه زخميان نيژدې روغتون ته وړل سوي دي. چارواکي وايي نړېدلى پُل ١٤٠ کاله پخوا په هند کي د انګرېزانو د حکومت پر وخت جوړ سوى وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د شخصيتونو ترورستانو په کابل کې مورچې نيولي دي", "output": "د امن جرګې د بندي مسوول مدير مح مد آصف ننګ پسې د اساسي قانون او د مطبوعاتو قانون په خلاف زهرجن تبليغات روان دي . د دغو تبليغاتو په لړ کې چې د ځانګړو کړيو له خوا کېږي ، کابل اونيزې هم چې د همدغې کړۍ يوه برخه ده خپل کردار ادا کړ . يادې شوې اونيزې د چهارشنبې په ګڼه کې د آصف ننګ لوى رنګه عکس د ( دستګيري جاسوسان پاکستان ) تر کپشن لاندې خپور کړى د� � . دغه شان په وروستۍ پښتۍ چې د اونيزې انګريزي برخه ده ، د ننګ لوى رنګه عکس چاپ شوى او بيا ترې لاندې ليکل شوي ( Spies Arrested ) يعنې جاسوسان ونيول شول .له دې وړاندې د طلوع نادولتي ټلويزيون ، د م� �ي ارمان او هشت صبح ورځپاڼو او د کابل پرس سايټ دغه شان خبرونه خپاره کړي وو . دغه شان بې بنياده م علومات خپرول د شخصيتونو د ترور په مانا ګڼل کېږي او دغه شان ترورونه چې له ترهګري بريدونه کم نه دي ، پښتانه يې نښه ګرځولي دي . دغه شان کارونه د اساسي قانون څخه سرغړونه ده ، د دغه قانون په پنځه ويشتمه م اده کې راغلي دي چې ، تورن تر هغې پورې چې د واکمنې محکمې په پرېکنده حکم محکوم نه شي بې ګناه ګڼل کېږي . د ننګ په اړه تراوسه هيڅ يوې محکمې داسې څه نه دي ويلي ، چې هغه دې د ننګ جرم ثابته کړي . له ننګ سره دغه شان بې ننګي رښتيا هم دسپکو او بې ننګو خلکو کار دى . د ليکوالۍ د اصولو په رڼا کې په ليکنه کې بايد داسې ف� �ضيه وړاندې شي چې وروسته يې د ثبوت لپاره پاخه دلايل او کره شواهد وړاندې شوي وي . د صديق ذليق په نوم يوه تن د کابل اونيزۍ د چهارشنبې په ګڼه کې د ( دستګيرى جاسوسان پاکستان ) تر سرليک لاندې يوه � �يکنه کړې ده . په دغه ليکنه کې د يادو شويو اصولو له مخې ، تر پايه داسې دلايل او شواهد نه دي وړاندې � �وي چې هغه دې د ننګ په جاسوسۍ دلالت وکړي . دغه شان خپرونې چې د يوې خاصې ايډيا لپاره کار کوي ، پرته � �ه مسلکي چلنده فعاليت کوي ، دوى په ډېرو مهمو ليکنو کې د سرچينو پرځاى يو بل ته پاس ورکوي او بيا شوټ کوي . د( دستګيرى جاسوسان پاکستان ) په ليکنه کې چې يو لوى تور دى ، په کاروه چې پاخه او کره شواهد وړاندې شوي وى . خو عقده من ليکوال خپله ليکنه په دغه جمله پيل کړې : (( شنبه اين هفته رسانه هاى کشور خبر از دستگيرى م حمد اصف ننگ ، سخنگوى کميسيون برگزارى جرگه هاى امن منطقوى به اتهام جاسوسى به پاکستان دادند . )) ننګ ، که څه هم د ملي امنيت کسانو له خوا نيول شوى دى ، خو ددغه ارګان وياند سعيد انصاري منلې ده چې په ننګ باندې دوى تراوسه داسې تور نه ده لګولى ، چې ګواکې هغه دې د پاکستان د اى اس اى جاسو س وي . خو د کابل اونيزى ليکوال زياتوي : (( هرچند قبل از اين نيز بارها مقامات دولتي و حتا رييس جمهور از وجود عوامل پاکستانى در دستگاه دو� �تى سخن گفته اند ... اين نخستين بار است که يک کارمند دولت به اين اتهام دستگير و هويتش فاش مى شود . )) که څ ه هم ننګ د پکتيکا د مرکز ( ښرنې ) د ملکانو دکلي اوسېدونکى دى ، خو د کابل اونيزې ليکوال د خپلې خبرې د ثبوت لپا� �ه د دليل راوړلو په توګه ليکلي دي : (( يکى از مسوولين رياست امنيت ملي که نخواست هويتش افشا شود گفت که در طى نه ماه گذشته ٢٠ تن از شهروندان پاکستان را به جرم جاسوسى و اجراى اعمال خرابکارنه دستگير کرده اند ..... لا اقل دو تن از دستگير شده گان اسناد استخبارات پاکستان ( اى اس اى ) را در هنگام دستگيرى باخود داشته اند . )) ننګ ، باندې بريد کونکې ډلې چې په پټه يې دې نظام پسې راخيستې او يو خاص فکر تعقيبوي ، په ياده شوې ليکنه کې رسوا شوي دي . د ذليق په ليکنه کې د شمال ټلوالۍ يوې مخکښه څېرې ډاکټر عبدالله عبدالله ( چې له سپنتا وړاندې د بهرنيو چارو وزير و ) د دفتر د رييس حاجي عبدالقهار له خولې راوړل شوي : (( ان وقت تقريبا سه صد تن از شهروندان پاکستانى از سوى نيروهاى مقاومت دستگير شده بودند . )) ليکوال ، په يوه ډول غوښتي دي چې، د خپلې ډلې برتري وښيي او هغې ته يو کريډت ورکړي او په همدې توګه يې خپله ډله رسوا کړې ده . کابل اونيزه چې د نظار د ډلګۍ پورې تړلي فهيم دشتي ترمديريت لاندې فعاليت کوي او د دغې ډلګۍ اړوند ځينې کسان حتې د افغانستان له نوم سره حساسيت لري نو څنګه به يو مطرح پښتون افغان د خپل تير نښه نه ګرځوي ؟ پايله : د طالبانو د امارت له نسکورېدو وروسته ، په هېواد کې د رسنيو لاس ته يوه بې ساري ازادي ورغله . په دغه دوره کې ، پرته له يو شمېر استثناتو ليکوالانو هغه څه د هېواد په زړه کابل کې و� �يکل چې يوه وخت يې چا بيرون د ويلو جرئت نه شو کولى . همدا لامل و چې خلکو رسنيو ته مخه راوګرځوله او هغوى يې د خپلو دردونو د انعکاس کونکو په توګه ومنلې . خو په خواشينۍ سره چې له دغې فضا ځينو مغرضو کړيو داسې استفاده وکړه چې اوس د خلکو ترلاسه شوى باور ورو- ورو له لاسه ورکوي . خلکو ته يو څه او يو څوک هغه وخت ګران وي چې هغه � �انون ته تابع وي ، ځکه د قانون ترسيوري لاندې د هرچا حقوق خوندي وي او که دغه سيوري لرې شي هرڅه تر پښو لاندې کېږي . د کابل اونيزې په ګډون يو شمېر رسنيو د ننګ په قضيه کې اساسي قانون او د مطبوعاتو قانون دواړه تر پښو � �اندې کړل . د رسنيو قانون د ٤٥ مادې له مخې هغه اثار او مطالب چې حقيقي او حکمي اشخاصو ته په کې د هتک حرمت ( سپکاوي ) شوي وي ، خپرول يې منع دي . دغه شان ددغې مادې له مخې هغه اثار او مطالبو خپرول هم م نع دي کومو کې چې شخصي او حکمي اشخاصو باندې افترا شوې وې او دهغوى شخصيت او اعتبار د زيانمن کېدو سبب ګرځي . د رسنيو دغه شان عقدوي فعاليتونو ادامه به نه يواځې داچې په رسنيو د خلکوباور لږ شي ، بلکې د رسنيو د � �وستلو تازه دود شوى فرهنګ به هم له منځه لاړشي او خلک به د خپل ملک او خلکو د حالاتو په اړه ناخبره پاتې شي . د رسنيو دسقوط په حالت کې طبيعي ده چې ولسواکي ورو – ورو ځاى ديکتاتوري ته پرېږدي ، ځکه په دغه شان حالاتو کې جابران په دې ډاډ من کېږي چې له کړنو يې څوک نه خبرېږي نو هغه څه به کوي چې زړونه يې غواړي . اوسني دولت او بهرني ځواکونه د ډيمو کراسى د ټينګولو په پلمه ، هره ورځ پر طالبانو په دې پلمه درانه بمبارونه کوي چې هغوى د ډيمو کراسي ضد دى او اساسي قانون ته غاړه نږدي . خو دوى هغو کسانو څخه هيڅ نه دي خبر چې په کابل ښار کې يې سنګ� �ونه نيولي او د خپلو ګټو لپاره اساسي قانون ترپښو لاندې کوي او د ولسواکۍ د له منځه وړلو پسې يې راخيستې ده . � �ايد دغه شان کسان د افغانستان خلک هم نه وي ، ځکه د اساسي قانون ٥٦ ماده وايي چې ددغه قانون له احکامو څخه پيروي ، نورو قوانينو ته غاړه ايښودل ، دعامه نظم رعايت د افغانستان د ټولو خلکو وجيبه ده . دلته چې د بهرنيو جاسوسانو په تور خلک نيول کېږي نو بايد دغه شان کسان هم ونيول شي ، ځکه دوى د يادې شوې مادې له مخې د افغانستان خلک نشي ګڼل کېداى او دغه شان کسان چې د افغانانو په نوم ژوند کوي نو خامخا بل ملک ته به جاسوسي کوي . کابل ، د چنګاښ ١٧مه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "استرالياافغانستان ته ٢٤٠ نور عسکر واستوي", "output": "استراليا به د روان عيسوي کال د جولاى په مياشت کې افغانستان ته ٢٤٠ نور عسکر واستوي څو له هالنډي عسکرو سره يو ځاى د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو دماموريت په چوکاټ کې په اوروزګان ولايت کې ځاى پر ځاى شي .له دې شمېر استراليايي ځواکونو سره به په افغانستان کې د استراليايي عسکرو شمېر پنځو سوو ته ورسېږي .د استراليا صدراعظم جان هاورد نن په کانبرا کې خبريالانو ته د دې خبرې د کولو په ترڅ کې وويل دافغانستان حالات په دغه هيواد کې د ټولو عملياتو په څېر د ائتلاف دوامدار او غښتلي حضور ته اړتيا لري ،هلته خطر موجود دى .د افغانستان ځينې سيمې لاهم خطرناکې دي او دا مهمه ده هره ژمنه چې موږ کوو بايد په دې ارتباط د درک وړ وي.استراليايي سرتېرې به په اورزګان کې د هالندي ځواکونو په څنګ کې فعاليت کوي ، هالند پتېيلې ده چې د افغانستان په دې ولايت کې څوارلس سوه عسکر ځاى پر ځاى کړي .استراليايي پوځيان به په افغانستان کې د امنيت او ديموکراسۍ د ټينګښت لپاره د استراليا د مخکنيو ژمنو له مخې عمدتاً د بيا رغونې او ټولنيزو خدماتو په چارو کې برخه واخلي .د استراليا صدراعظم وويل دا پوځيان به په راروان دوبي کې افغانستان ته ولېږديدوه سوه څلوېښت پوځيان به د جولاى په مياشت کې افغانستان ته روان شي او په څواوونيو يا مياشتو کې به په مناسب شکل سوله ټينګه کړي چې زه نه غواړم پخپله په دې باندې تبصره وکړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اغیار", "output": "کله به ځما ارمان تر سره شی ؟باغ به می ګلزاره باثمره شی ؟کله به خمار په سر ورجګ شمه ؟پورته د عنقا په شان وزری شی ؟ څیری ګریوان سم چه په بیدیا شمهکله چه می ساه په ځان ابتره شیجیل چه می د غم دانی تسبیح شولییا چه می راټول د ژون ټغره شیوی نسم محنت نور د ژوندون ځینیماته د فرهاد په شان ککره شیجوړچه شوقیامت می په وجودوجودهلته به ارمان د یار تر سره شی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دا زموږ زېبا وطن - دا وطن مو ځان دی - دا افغانستان", "output": "فضل الرحمن کټوازی – سهيلي کوريا ٣ غويی ١٣٨٤ لمريز ګرانو لوستونکو او په وطن مينو وطنوالو زه دخپل ګران ټاټوبي افغانستان او دسپيڅلی افغان کلمې دساتلو لپاره ستاسي نه دزړه له اخلاصه هیله لرم چه دپردو ددې نوي استعمار په وړاندي دي رامخکي شي او زمونږ عام وګړي په دې پوه کړي چه زما اوستا دګرانو ګاونډيانو دا اوسنی غیری مستقیم استعمار ډيرخطرناک دی او ددې استعمارشاته پټ لاسونه کارکوي چه هغه زما او ستا د تاريخي هويت دښمنان دي دا تاريخي دښمنان اوس ديوې او بلي لاري نه غواړي چي خپلي شومي توطيې پرمخ بوزي او زما اوستا دغريبۍ څخه دناوړه ګټي اخستو په مقصد کله درسي توکي راته چاپه وي او زما او ستا طبيعي نوم دافغان پرځای په افغانستانی اړوي ترڅو په راتلونکي کي دافغانستان دوېش يوه نوې طرحه او پالیسي پرمخ بوزي ، اوس سوال دادي چه دپنجاب واکداران دی مونږ ته دکوم ملی احساس لاندي تلويزيون جوړکړي . دادومره وخت ولي دپاکستاني واکدارانو سره دا احساس پيدا نه شو چه پښتنو ته دي يو بېل چينل جوړکړي. زما اوستا عام وګړي چي نومونه يي لاهور خان او کشميرخان وي هغوی به ددې پټو دسيسو څخه څه پوهه ولري،هغوی خو صرف دخپلو ګټو لپاره ددې هيوادونو شناختي کارډونه او پاسپورتونه لري. اوس سوال دا پيداکيږي چي د خداي بخښلي استاد اول مير دا ترانه به ولي نه بدليږي څوک به ددې دسيسې څخه پرده پورته کوي ،زمااوستا دپوهانو او سياستمدارانو دا وجدانونه به تر څو ويده وي. زما او ستا بعضي وروڼه په پوهنتونونو کی دپتلون او نکتايي سره مبارزه کوي،ګرانو وروڼو پتلون او نکتايي دومره خطرناک ندي لکه څومره چه زما او ستا دګاونډي هيوادونو دانوې کلتوري ديپلوماسي . زما او ستا افغان خويندي او وروڼه دخيبر په نامه دې تش په نامه پشتو چينل ته کارکوي،او حتی ددې چينل نطاقان هم دي . خو اوس سوال دا پيداکيږي چي ولي زما اوستا وروڼه او خويندي دې دپردو دشومو دسيسو ښکار شي . آيا زما اوستا دولت په خاصه توګه دپردودنوي کلتوري ديپلوماسۍ په نامه دجوړشوي وزارت اطلاعات او فرهنگ، زما او ستا دې په هنر مينو ځوانانو ته موقعه ورکړې؟ آيا په دی دري نيمو کلونو کی زما او ستا تلويزيون ددې جوګه شوی چه نړۍ خو پريږده دافغانستان په ولايتونو کي خپروني ترسره کړی؟ آيازما او ستا دطبعي وطن دا تلويزيون ملي بڼه لري؟ د بلي خوانه دآزادو مطبوعاتو په نوم شخصي تلويزوني شبکوته اجازه ورکول کيږي چي دفعاليت اجازه ترلاسه کړي،داهرڅه دیوي پټي دسيسې لاندی ترسره کيږي . ددې تلويزوني شبکو شاته ډيرناڅرګنداوناولي لاسونه کارکوي ددې شخصي چينلونو دا مصارف دکوم هيواد نه راځي داهرڅه يولوی سازش دی چي دا هيوادونه يې پرمخ بيايي ترڅو داوږدمهاله پټو پلانونو له لاري خپلي ګټي خوندي کړي . اوس قضاوت تاسي ته پريږدم،ولي چي يو طرفته يي ملا راته پيداکړي چه که دتلويزيون نوم واخلم هسي نه چه دوزخي شم او بل طرفته زما او ستا نوی نسل دپردو ددې نوي کلتوري ديپلوماسۍ په وجه خپل طبیعی افغان هويت هم له لاسه ورکړي او ورکوی يې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنى کې ٤ تنه طالب جنګيالي چارواکو نيولى", "output": "د غزى والى شيرعلم خبرى ناسته کې نن ددغه و� �ايت د اندړ ولسوالۍ کې د ٤ تنو طالب جنګياليو د نيولو ياد وکړ او زياته يې کړه په نيول شوو کسانوکې د طالب ډلې يو سيمه ايز قوماندان ملاعثمان هم شته ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قبایل :دخپل منځي جګړو تیر یو نور خپل امنیت خپله ساتو", "output": "دډيورنډپر نا منلي کرښه پ� �اته قومونه اوس دخپل منځي شخړوپرځاى ورپيښ شوي ګواښ مخه نيسي دجندول په سيمه کې سلګونه راټولوشووقومي مش� �انوددوولويوکورنيو دلسيزوديوې شخړې داوري په موخه په جوړه شوې غونډه کي پريکړه وکړه چي نوربه خپل منځي بدۍ اواروي اوپرځاى به يي دورپيښ هغه ګواښ مخه نيسي چې له مخې يي ددوۍ په سيمه کې دجګړواوربل شوى دسيمې يوقومي مشرم� �ک محمدزرين وايي دوۍ اوس دې ته چمتودي چې پخپله خپله سيمه وساتي ډيرى نوروقومي مشرانوهم په ټينګه ددغه خبرې ننګه کوله اودترهګريزوکړيواودنوروشراچونکوپروړاندې يي په خپله مبارزه ټينګارکاوه داپه داسې حال کې ده په � �يرى قبايلي سيمو دوسلوالودشتون په پلمه دامريکا اوپاکستاني فوځ لخواکله ناکله درانه عمليات کيږي اوان ډيرې کورنۍ له له خپلوکورونوکډه شوي هم دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي پيغام", "output": "د اشرف غني احمدزي پيغام بسم الله الرحمن ا� �رحيم. زما د کمپاين ګورتځي ته ښه راغلاست! د جمهوري رياست دغه انتخابات د افغانستان خلکو ته ځانګړې موقع په لاس ورکوي. يوه داسې موقع، چې هېواد يوه نوي لوري ته خوځوي. زه د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمش� �ۍ ته خپله کانديداتوري وړاندې کوم، ځکه زه پوره باور لرم، چې هغه وخت رارسېدلی، چې موږ د يو نوي افغانستان بنسټونه کښېږدو او د ملت موسسين شو. د افغانستان په اړه زما لرليد د يوې خپلواکې، ولسواکې، تلپاتې، زغم لرونکې، متنوع او عصري مسلمانې ټولنې جوړول دي، چې هر څوک پکې يو وياړمن، باوقاره او خوندي ژوند ولري. زه غواړم افغانستان د نورو هېوادونو تر څنګ سرلوړی وي او د نړۍ د ولسونو لپاره خپلې ټولې دندې په ښه توګه تر سره کړي. خو په يوازې ځان د يو حکومت لپاره ددغه کار سرته رسول ګران دي. ددغه لرليد د تحقق لپاره، زه ځکه د حکومت او ولس تر منځ د يو نوي شراکت او يوې نوې ملګرتيا په رامنځته کولو ټينګار کوم، چې دغه کار به نه يوازې دا چې دغه دوه قطبونه سره نږدې کړي، بلکې حکومت ته به هم په اغېزمنه او شفافه توګه د خپل مشروع ماموريت د تر سره کولو وړتیا ورکړي. زما له اړخه، زه د سياست د يوې داسې نوې بڼې د پيلولو لوړه کوم، چې پر صداقت، رښتينولۍ، پراخ-نظرۍ، � �فافيت او موثريت ولاړ وي، چې د خلکو د غوښتنو او زموږ د ملي ګټو تحقق تضمينوي. په دغه وېبسايټ کې تاسې زما د افکارو، عقايدو، تجربو او نظرياتو په اړه معلومات ترلاسه کولای شئ، د وطن لپاره زما لرليد وشنئ، او وګورئ، چې څنګه به زه له هغو ګواښونو سره، چې افغانستان ته متوجه دي، مقابله کوم. دغه يوازې د راتلونکي ولسمشر په توګه د انتخابېدنې لپاره زما کمپاين نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو او زموږ د زامنو، لوڼو، لمسيانو او کړوسيانو د راتلونکي د تضمين لپاره يوه هيله او يوه هڅه ده. خو ددغه ارمان تحقق يوازې هله شونی دی، چې ستاسې پ� �سخاوته رضاکارانه ملاتړ او همکارۍ راسره وي. نو راځئ، چې لاسونه سره ورکړو او دغه راتلونکی ممکن کړو. اشرف غني احمدزی دغه پيغام مو د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي له ځانګړې ويبپاڼې څخه راواخيست او تر تاسو پورې مو ورساوه. د ډاکټر صاحب په اړه نور معلومات د ده له ځانګړې ويبپاڼې څخه ترلاسه کولای شئ:"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فراه کې ځان وژونکی ووژل شو", "output": "دفراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ د شيوان په سيمه کي دچهارشنپي پرمآسپښين يوځان وژونکي سړي ترهدف دمخه ځان منفجرکړ.دفراه دوالي ويانداحمدفريد ايوبي په دغه خب� �سربيره وويل چه دځان وژونکي هويت نه پيژندل کيږي او په روانه اونۍ کي دا دوهم ځان وژونکي بريددي. لومړي يي دشنبي په بيګاه ددغه ولايت مرکزکي په ملي اوردوترسره شومسوليت يي طالبانومنلي .دتازه پيښي مسوليت چاندي اخستي خوطالب وياندقاري محمديوسف احمدي په همدغه ورځ دراکټي بريدونوله کبله ددفراه بلي اولسوالي دلارام کي امريکايي ځواکونوته ددرني مرګ ژوبلي ادعاوکړه ليکن دغه ادعايي دولتي چارواکي نه مني. فراه کې ځان وژونکی ووژل شو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجرمني دافغانانو دخوښيو له پاره تر ټولو ښکلی تالار", "output": "تجارتي اعلان ستاسو دهرډول م� �اسمو لکه : وادونو ، کوزدې، غونډو، کنفرانسونو، کنسرټونو او داسي نورو له پاره په جرمني کي تر ټولو ښکلی او دډېرو اسانتياو لرونکی صالون په مناسبه بيه ستاسو په خدمت کي دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خالقه!", "output": "زموږ دا توري شپی به کله سی ســـــــــــــحر خالقههر یو افغان ښکاری لار ورکی درپه در خـــــــــالقه ټوله له یو او بل نه بدوړی اوخــــــــــــــفه دی ټولهکله به بیـــــــــــــــــــــا وکړی پریواو بل باور خالقه لکه چی نسته زمونږبه منځ کی یوخواخوږی انسانهیڅوک مو نه بولی په توګه دبـــــــــــــــــشر خالقه موږبی سالاره قافـــــــــــــــــــــــله یویوپه یوه رهیته مو یو ځای کړی اورا وبخښی رهــــــــــبر خالقه دلته خو ټول دیو اوبل سره ډغری وهــــــــــــــــــیدلته بدی ده اوجنــــــــــــــــــګیږی سر په سرخالقه داسی چارواکـــــی دی درواخله خدایه نه یی غواړودوی دقلم پر ځای راوړی توره اوســـــــــــپر خالقه زموږدنوم اودنـــــــــــــــــــــــښان دورکیدوپه خاطروینمه ډیر کړی هـــــــــــــلی ځــــــــلی لراوبرخالقه ځینی مو پلوری پرشرقــــیانوځینی غـــرب خوښویځکه دهر یوه په جــــــیب کی دی ډالـــــــــــر خالقه زموږدوینوپــــــــروژه غواړی جــــــــــاری وساتیپه دغه ګټه کی شــــــریک بولم بهــــــــــــــر خالقه زمادقــــــــوم اودولس دآبــــــــــــــــــــــــادی لپارهکلــــــــــه زغــــــــــــملایسی داکتر اوانجینیرخالقه زماپه سیمه کی مکــــــــتب اوپوهـــه بــده بریښیڅوک چی مایـــــنونه ښخوی هغه دی نـــــر خالقه ترڅوبه پاتـــــــــه یم ترنـــــــورو دپښتون په نامهژونـــــــــــــــدی ناری وهم ترورځی دمحشرخالقه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پاكستان كې د افغان كډوالو د نوم ليكلو لړۍ پيل شوه", "output": "پاكستاني مقامات دا كار د هغه ډيټابيس يا نوم ليك د برابرولو هدف بولې چې له مخې به يې ټول هغه افغان كډوال چې غواړې افغانستان ته په خپ� �ه خوښه را ستانه شې په اسانتيا وكړاى شې چې د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو د كمشنيري او پاكستاني دولت مرستې تر� �اسه كړې. همدا رنګه ويل كيږې هغه افغان كډوال چې نومونه يې په دې ليستونوكې وليكل شې په بدل كې به يې ورته د دريو كالو لپاره په پاكستان كې د قانوني اقامت حق هم وركړل شې. د يادونې وړ ده چې دم ګړى څه نا څه دوه نيم مليونه افغان كډوال په پاكستان كې مېشت دې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ګراني مانكريزه كړه لاسونوكي مي ساتهژاوله مي كړه چيچه مي غا ښونوكي مي ساتهځان مي ستا غم ونوكي تور كاڼي درنجو كړلواوړه مي كړه دسترګو په كونجونو كي مي ساتهزه خو دي ياري كي ليوني شوم ګراني ته وايهحل مي كړه سوال يم جوابونو كي مي ساته دلته خو دچم ملك په مينه قدغن ايښي خيال ساته جانانه په � �مزونو كي مي ساتهژونده ځان سره به دي سپرلي غوندي ښايسته كړمهپام دغو ګاګيرو اجلونوكي م ي ساتهرنګ خو مي نا ترسو دوطن په رنگ پري نه ښودواي دقام كاتبه كتابونو كي مي ساته مامي دمقتول بدن كسات ارام ته نه پريږدييو سرګردان روح يم په يادونو كي مې ساته"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ټولنه او فرد د بدو اخلاقو منفي اغېزې", "output": "كوم څه چي د تجربې له مخي مونږ په ژوند كي عملي ليدلي او همدا راز اجتماعي څېړنو ثابته كړي هغه دا ده چي د اسلامي هداياتو او لارښونو سرچپه كړنلاري د ژوندانه په ټولو اړخونو كي په افرادو او ټولنو مستقيمي بدي او وخيمي اغيزي لرلي دي ، لومړۍ بده اغيزه چي په بداخلاقي مبتلا شخص باندي پريوځي هغه د هغه چا ملګرتيا ده چي هغه به داشخص په پريشاني او سرګرداني او له دين ځخه په لېري والي او انحراف اخته كوي ځكه چي هغه به پخپله هم د الله تعالى په نافرماني او سركشي اخته وي الله تعالى فرمائي: وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَانِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَاناً فَهُوَ لَهُ قَ� �ِينٌ . چاچي د الله تعالى له دين ځخه مخ واړولو مونږ دهغه په شان شيطان د هغه لپاره ګمارو چي هغه تل دده ملګری پاته شي. اوشيطان تل انسان ته دپريشاني اسباب تهيه كوي او هغه ته په زړه كي د لوږي وسوسې ْوراچوي او � �ه نېستي ځخه ئي وېروي او په طمع او حرص ئي اخته كوي او له قناعت ځخه ئي محروم كوي الله تعالى فرمائي: ان الشيطان يعدكم الفقر ويأمركم بالفحشاء. په ريښتيا سره شيطان تاسوته د لوږي او نيستي وعدې دركوي تر څو هغه څه چي ستاسو په لاس كي دي هغه د الله تعالى د رضا لپاره دهغه په لار كي ْونه لګوۍ او ددې تر څنګ مو په بدكاري او ګناهونو ګماري تر څو د محرماتو او بد اخلاقي مرتكب شئ. كه مونږ ددې آيت كريمه مفهوم ته ځير شو او ْوئي څېړو دا به په حقيقت سره جوته شي چي د ټولو اخلاقي رنځونو بنياد همدغه د لوږي احساس او د کمتري وسواس دي چي شيطان ئي د ضعيف النفس انسانانو په زړونو كي ْوراچوي كله چي انسان په دې احساس مبتلا شي او لوږه ئي زړه ته ننوزي بيا له هيڅ اخلاقي جرم څخه مخ نه اړوي غلا هم كوي، دروغ هم وائي، سود هم كوي، قناعت ئي هم نه وي، حرص ئي هم زياتېږي، بخل ئي هم عادت جوړشي، په حسد هم اخته كيږي، غيبت هم كوي، چغلخوري هم كوي، د كمتري په احساس هم م بتلا كېږي چي هغه ئي د تكبر او حسد په رنځ اخته كوي وغيره …همدا وجه ده چي په يوه حديث كي زمونږ ګران پيغمبر (ص) د هغه نېستي په هكله چي په زړه مسلطه شي داسې فرمائي : عن أنسٍ قال قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: كادَ الفقرُ أنْ يكونَ كفراً وكاد الحسد أن يغلب القدر(مشكاة المصابيح)له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: نژدې ده نېستي او لوږه چي د كفر مرحلې ته ْورسېږي او نژدې ده چي حسد په قضاء او قدر غالب شي (په دې معنا چي مسلمان په دې ايمان او عقيده لري چي هرڅه چي کېږي هغه د الله تعالی پرېکړه او فيصله ده خو دحسد په وجه د مسلمان دا عقيده کمزوری کېږي او بلآخره حسدد قضاء او قدر په ذکر شوي عقيده غلبه مومي).ملاعلي قاري او نور محدثين ددې حديث په شرح كي ليكي چي له نيستي ځخه مراد د زړه لوږه ده چي هغه له مالي نېستي او هستي سره تعلق نلري ورنه تنګدستي او مالي نېستي چي په هغه مبتلا مسلمان صبر پرې ْوكړي او چاته ئي اظهار نكړي هغه مقام دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم پخپله د هغه دعا او تمنا كړي ده فرمائي : عن أنس أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال اللهم أحيني مسكينا وأمتني مسكينا واحشرني في زمرة الم ساكين يوم القيامة فقالت عائشة لم يا رسول الله قال إنهم يدخلون الجنة قبل أغنيائهم بأربعين خريفا يا عائشة � �ا تردي المسكين ولو بشق تمرة يا عائشة أحبي المساكين وقربيهم فإن الله يقربك يوم القيامة (سنن الترمذي) له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل اې الله د مسكين ژوند راكړې او د مسكين مرګ راكړې او د قيامت په ورځ مي په مسكينانو كي را پاڅوې ، عائشه رضي الله تعالى عنها ْورته ْوويل دا ولي يا رسول الله؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: ځكه چي مسكينان به تر بډايانو څلويښت كاله مخكي جنت ته ننوزي ، اې عائشې مسكين تش لاسی مه واپس كوه ولو كه د خورما په يوه هډوكي وي ، اې عائشې له مسكينانو سره مينه ساته او ځان ته ئي نژدې كوه ځكه چي ستا ددې عمل په بدل کی به د قيامت په ورځ الله تعالى تا خپل ځان ته نژدې كړي . خو هغه څوك چي هغوي كامل مْومنان دي شيطان هغوي نه شي بي لاري كولای او د حق له اتباع ځخه ئي نشي منحرف كولای الله تعالى فرمائي: انه ليس له سلطان على الذين امنوا و على ربهم يتوكلونپه � �يښتيا سره شيطان په هغه چا غلبه نشي موندلاي څوك چي مْومنان دي او په خپل پروردګار باندي ځانونه سپاري. د� �ته ځیني هغه اغېزې او آثار چي د بد اخلاقي په نتيجه كي په افرادو او ټولنه پرېوزي ذكر كوو: ا- يو هم له هغو منفي اثراتو ځخه چي په اخلاقي انحراف مبتلا شخص پرېوزي د هغه د ماغي عدم توازن دي چي هغه د ټولني له نورو افرادو سره په مينه او عقلمندانه تعامل قدرت له لاسه ْوركوي له چاپيريال سره ځان نشي چمتو كولای او له كومو مشكلاتو سره چي مخامخ كيږي په برياليتوب ځان نشي بچ كولای. ب- ددماغي عدم توازن په نتيجه كي دائما په پريشاني اخته وي، خوراك ته ئي زړه نه كيږي، مزاج ئي تنهائي خوښوي، د خجالت اثار پرې ليدل كيږي ، غصه زياته ْورځي، تجاوز او انت� �ام ته ئي ميلان زيات وي، هرخپل او پردۍ ورته دښمن ښکاري ، وېره پرې غالبه وې، او ددې احساس په نتېجه کي له هیڅ ناوړه عمل او کار ځخه مخ نه اړوي د خپل بېهوده انتقام په لټه کي د هغه او ناوړو کړو وړو په مېنځ کي هېڅ اخلاقي یا دېني حایل او پرده نه وي او نه یي ویني ، په ويښه پالتو سوچونه وهي او چي کله وېده شي ګډ وډ خوبونه وينی ژوند یي ناقراره او لالهانده وي له سکون ځخه محروم وي ، آرزوګاني یی نه پوره کېږي او بالآخره په جنون اخته کېږي . پوهان وایي چي په جنون زیاتره هغه کسان اخته کېږي چي هغوی د خپلو آرمانونو له تحقق ځخه عاجز او محروم شي او چی کله � �ېونی شي خپل آرمان ته ورسېږي . ج - بل هم له هغو منفي اثراتو ځخه چي بد اخلاقه انسان پرې اخته كېږي هغه هم م ايوسي او نااميدي ده هغه كه دروغ وائي مايوس شوی وي چي ريښتيا ويل نجات نه شي ْوركولای ، هغه كه حسد كوي دا ئي عقيده وي چي هغه نعمت چي له بل چاسره ده هغه نشي لاس ته راوړلاي ، تجاوز او تېری كوي ځكه چي مايوس وي چي په حكمت او نرمي سره مطلوب نتائج نشي تر لاسه كولای، همدا راز مايوسي هغه عصبي رنځ دی كوم چي انسان د ټنبلي او سستي � �ور ته پوري وهي او له زيار ايستلو او په حلالو وسائلود تفوق له تلاش ځخه ئي راګرزوي او ددوكې ، فريب او چلونو په ذريعه ئي دمالي او مادي مواردو په تلاش اخته كوي لكه غلا، بسپنه ، باطلي دعوې او داسي نور په جسماني لحاظ به ښه د كار كولو قدرت لري خو د اخلاقي انحراف په وجه به ئي د كار كولو قدرت له لاسه ورکړۍ وي او کار ته به ځان نشي ټینګولای . د – بل هم هغه منفي اثر چي د بد اخلاقي په نتیجه کي افراد پرې اخته كيږي دادي چي منحرف انسان په م خدراتو او مختلفو نشو اخته كېږي چي دا عمل هم بلآخره په لېونتوب منجر کېږي ليكن اسلامي تربيه انسان له اخلاقي انحراف ځخه راګرزوي او دخپلو اتباعو په زړونوكي سكون او اطمئنان ته وده ْوركوي ، د کامل مْومن زړه له جرأت او شجاعت ځخه ډک وي خو د تواضع او انکسار په زیور هم ښایسته وي د تفوق او بهتري په تلاش کي وي خو حرامو ذرایعو ته � �که دروغ ، غلا ، بسپنه او داسي نو رو کارونو ته لاس نه اچوي ، سیالي کوي خو په حسد اخته نه وي ، په خپل حالت هم قانع وي اوهم د الله تعالی شاکر بنده وی او که یو څوک په ښه حالت وويني پرې خوشاله کېږي او دا هرڅه د الله تعالی تقسیم ګڼي او د الله تعالی په تقسیم راضي وي او ددې هر څه علاج او درمل كوم چي د زیاتو مسلمانانو او ټولو انسانانو ورته ضرورت دي هغه الله تعالى داسي بيان كړي دي : يا ايها الناس قد جاءتكم موعظة من � �بكم و شفاء لما في الصدور و هدى ورحمة للمْومنين . اې خلګو راغی تا سوته نصيحت ستاسو د پروردګار له خوا ځخه چي هغه درمل او علاج د هغو رنځونو لپاره ده چي په زړونو كي دي او رهنمائي اورحمت ده د مْومنانو لپاره . كه څوك نیکمرغه ژوند او د زړه سالمیت او روغتيا غواړي نو يوازينی علاج ئي په كتاب الله يعني قرانكريم عمل كول او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو يعني قول وفعل اتباع دی او بس په دې كي د انسانانو ددنيا او اخرت سعادت او نيكمرغي ده او ددې لپاره د ژوندیو نمونو په توګه د سلف صالحینو او صحابه کرامو کردار اوسیرت دی چاچی په هر� �ګر کی بریالیتوبونه ګټلي او تاریخ يي په طلایی کرښو لیک دی . د بد اخلاقي هغه منفي اغېزې چي په ټولنه او اجتم اع باندي په مستقيم او غير مستقيم شكل پريوزي هغه اجتماعي بدمرغي او تفكك ده چي په نتيجه كي ئي اقتصادي پسم اندګي او د عمومي امنيت ګډوډي مينځ ته راځي همدا راز مخكي ذكر شوي فردي بد اخلاقي په غير مستقيم ډول په ټولنه هم بدي اغېزې مرتب كوي چي په لاندي ډول ذكر كيږي: هـ - الهي عذاب: كله چي ګناهونه او منكرات په يوه قوم او ټو� �نه كي عام او تيت شي الله تعالى په هغه قوم عذاب راټیټوي الله تعالى د لوط عليه السلام د قوم د هلاكولو واقعه په قران كريم كي داسي بيانوي : فلما جآء أمرنا جعلنا عاليها سافلها وأمطرنا عليها حجارة من سجيل منضود مسومة عند ربك وما هي من الظالمين ببعيد.كله چي زمونږ د عذاب پريكړه راغله د زمكي لاندنۍ ب� �خه مو را سربيره كړه او په دوي باندي مو د پخ شوي خاوري په اور پخ شوي وی ګټي پرله پسي را ْواورولي چي ستا د پ� �وردګار په نزد په نښه كړي شوي وي او دا ګټي له ظلم کونکیو انسانانوځخه لېري نه دي .روايت شوي دي چي الله تعا� �ى لوط عليه السلام ته امر ْوكړ چي له خپلو اتباعو سره د مجرمينو له ښارځخه ْووځي او له تاسو ځخه د څوك د كلي په لور په شا نه راګوري او كه يو چا په شا را ْوكتل هغه به هم په عذاب كي راګير شي د لوط عليه السلام ښځه چي له خپل قوم سره ئي همدردي وه په شا ئي راْوكتل او په عذاب كي راګيرشوه او جبريل عليه السلام په خپل كوڅر هغه زمكه چي د لوط عليه السلام قوم پرې وانډه ْوو ْوسكښتله او د اسمان لورته ئي ْوچته كړه حتى چي په اسمان كي مخلوق د دې ك� �ي د سپيو غپا او د خرونو هونګا او د چرګانو بانګونه واوريدل او له اسمان ځخه ئي سرچپه را ْوغورځوله او الله تعالى ددې قوم په نورو پاته لروبر افرادو وړې وړې په اور پخ شوي ګټي په پرله پسې شكل را ْواورلې چي په هره يوه ګټه د هغو كسانو نومونه ليكل شوي ْوو چي د هغوي په سرونو لګېدلې او تر بدن ئي وتلې او ځاي په ځاي ئي هلاك كړل. (التفسير الكبير)عن بن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إذا ظهر الزنى والربا في قرية فقد أح� �وا بأنفسهم عذاب الله . ( المستدرك على الصحيحين )ابن عباس رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: كله چي بدفعلي او سودخوري په يوه كلي كي ښكاره شي نو پخپله ئي د الله تعالى عذاب پخپلو ځانونوراټیټ كړ او ځانونه ئي د الله تعالى دعذاب مستحق اووړ وګرځول .و - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پريوزي هغه بد بيني او تباغض دي چي د ټولني افراد پي اخته كېږي د مثال په توګه حسد او كينه په اخير كي په بد ايسولو منجر كېږي چي د حاسد د منحرف سلوك په وجه جانبين په بد هيسولو اخته كېږي او محسود هم بالآخره م جبور کېږي په عين شكل تعامل دځان لپاره خپلوي چي په نتيجه كي وسعت مومي او د طرفينو خپل و خپلوان هم په دې رنح اخته كېږي چي اجتماعي بدبيني مينځ ته راوړي چي په دې ځاي توقف نه مومي بلكه دا بدبيني په تجاوز، تېري ، زدوكوب، غلا او قتل وغارت او نورو مختلف النوع جرایموپايته رسېږي. همدا راز د اخلاقي انحراف په وجه د جرائمو مرتكب كيدونكي اشخاص د ټولني بد هېسي او دا بد بيني د ټولني د صالحو او فاسدو افرادو تر مينځ پراخېږي .. ز - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پريوځي هغه اجتماعي تقاطع او پرېکړون دی چي د اخلاقي انحراف په نتيجه كي تحقق مومي هره بد اخلاقي د مسلمانانو وحدت ته نقصان رسوي او هغوي يو له بل ځخه لېري كوي د مثال په طور نميمت يا چغلخوري هغه قوي وسيله او فعاله آله ده چي د مسلمانانو اړیکي يو له بل ځخه پريكوي او د اقرباْوو په مينځ كي خپلوي او ق� �ابت ختموي او كورنۍ او ټولنیزي اړیکي خرابوي او د ملګرو او دوستانو ملګرتيا او مينه ختموي او د عداوت او بدبيني لویه ذريعه ده. همدا رازدروغ ويل د ګناهونو بنياد دي د بې بنياده شائعاتو او غلطو خبرونو د خپرولو وسيله ده ، ددروغو په خبرو كورنۍ اړیکي شكيږي، دوستي ختمېږي ، اعتماد له مينځه ځي ، د ټولني د افرادو په اقوالو او افعالو كي شكوك او شبهات زياتيږي . ح - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پرېوزي هغه اجتماعي دوكې دي � �كه په خبرو كي دوكه، په ترازو كي دوكه، په تعامل او سلوك كي نفاق، په حقوقو او واجباتو كي دوكه، په كاروبار او خريدوفروخت كي دوكه ، ډير ليدل شوي دي چي په بد اخلاقي مبتلا شخص په تول كولو په كچلو او پيمانه كولو او په نور بيع وشراء يعني عام تجارت كي دوكه او چل وول كوي حتى د مال د حصول او د مادياتو د لاسته راوړلو په خاطر له هيڅ ډول وسيلې ځخه مخ نه اړوي په تول كي په ګز كي په راكړه وركړه كي غلا كوي او دروغ وائي په دروغو قسمونه كوي او ددې هرڅه تر شا اساسي كارفرما له دين ځخه لېري والی يا په بل تعبير اخلاقي انحراف وي . د بد اخلاقي په رنځ اخته انسان به وينې چي په هره موقع كي به مختلف مظهر او څېره ځان ته خپلوي او په دي شكل به د ټولني افرادو ته دوكه ْو� �كوي په دې مفهوم چي په يوه ټاکلي وخت كي به په يوه څېره ځان ښکاره كوي او په بل وخت كي به په بله څېره ښکاري په دې شكل به هغه چاته چي ْورسره مخامخ كېږي په مختلفو څېرو دوكه ْوركوي او تل به حقيقي څېره بدلوي او دا خوي د مناف� �ينو دي چي د اخلاقي انحراف په نتيجه كي وجود ته راځي ، د كامل مْومن څېره يوه وي ظاهر ئي د باطن ترجمان وي ، زړه او خوله ئي يو وي صداقت او راست ګوئي ئي شعاروي . عن أبي هريرة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال من شر الناس ذو الوجهين الذي يأتي هؤلاء بوجه وهؤلاء بوجه (سنن أبي داود) له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل په خلګو كي ډېر بد هغه څوك دي چي دوه مخونه لري له ځينو سره په يوه څېره مخامخ كيږي او له نورو سره په بله څېره مخامخ كيږي . عن عمار قال قال رسول ا� �له صلى الله عليه وسلم من كان له وجهان في الدنيا كان له يوم القيامة لسانان من نار(سنن أبي داود)له عم ار رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د يوچاچي په دنيا كي دوه څېري وي د قيامت په ورځ به ئي د اور دوه ژبي وي . په دې سربيره بد اخلاقي نور هم په افرادو او ټولنه زيات مضر اثرات لري كه يو څوك ْورته ځیر شي په عملي ډګر كي به ئي د سر په سترګو ْوويني بناءً ډير ضروري دي چي خپلو اخلاقو ته ددين په چوكاټ كي وده ْوركړو هغه تعليمات او هدايات چي قران كريم او رسول الله صلى الله عليه زمونږ د انفرادي او اجتماعي نيكمرغي او د اخلاقو د اصلاح لپاره وړاندي كړي هغه په بشپړ اخلاص او صدق سره په خپل عملي ژوند كي تطبيق كړو همدا راز خپل كورنی چاپيريال چي د ټولني اساس دي په لوړو اخلاقي معيارونو سمبال او تربيه كړو دا زمونږ د هر فرد مسئوليت دي او زمونږ د تربيوي زيار د مثمر جوړولو حقيقي مْوثر د الله تعالى رحمت او توفيق دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زړه", "output": "زړه مات کړه زړه هرډول چې ته غواړې نه پوښتم اشنا چې � �ه ما څه غواړې واخله رانه هر څه پروا نلری مه وایه بس ماته چې ته نه غواړې زه یم چی غوښتونکی ستا دوصل یم ته یې چې تل ژوند د بیلتانه غواړې پوه یم چې گزار کړی په ځان ناز کړی ته زما په وینو خپل � �اسونه سره غواړی ستا مغولو سترگونه ویریږی نه وینه هم که تل زما د زړه غواړې ستا یرغل ته زما سینه د غره حصار ته رانه په څه نور پښتانه غواړې؟ اتل وردگ/کندز"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل په 135 کیلومتر غزني کښي یو ډاکټر ووژل شو", "output": "د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا نوموړي روغتیاپال تیره ورځ هغه مهال د طالب جنگیالو په ډزو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا نوموړي روغتیاپال تیره ورځ هغه مهال د طالب جنگیالو په ډزو ووژل شو چه له خپل کور نه بهر روان وو . چارواکو همدا راز وویل دا کار د طالبانو ده او کله چه پولیس سیمي ته ورسیدل دوه طالب جنگیالي یې هم د پولیسو له خواه ټپیان شوي دي خو دواړه بیا له سیمي په تیښته بریالي شوي دي . بله خواه هغه کس چه ځان د طالبانو ویاند لطیف حکیمي ښیی له ناڅرگنده ځایه یې د گرزنده تلیفون په کرښه مطبوعاتو ته وویل چه ډاکټرهاشم چه د افغانستان ولسي جرگې ته یې هم ځان له غزني نه نوم اند کړې وو د دوی د مجاهدینو له خواه وژل شوی دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ماین دوه پولیس وژلي او پنځه یې ټپیان کړيدي", "output": "نوري : کندهار په زابل كي ديوه ماين دچاودني له كبله دوه پوليس وژل سوي اوپنځه نور ټپيان سويدي.دزابل دشملزو ولسوال وزير محمد وويل چى پرون سهار داتو بجو په شاوخوا كي ددغه ولسوالي اړوند دپوليسو يوموټر هغه مهال پر ماين وخوت كله چي په سيمه كي په ګزمه بوخت و. دده په وينا چى په دي پيښه كي دوه تنه پوليس وژل سوي اوپنځه تنه نور ټپيان سويدي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پسرلیه !", "output": "راسه راسه پسرليه دغه وران وطن ودان کړهژوندون هسي رانه تېر دى � �اپوره مې داارمان کړهدکوچۍ وتوروزلفوته رنګين ګلونه راړهښايسته مې ټول دښتونه په سره ګل دارغوان کړهسر دکونډومو راپټ کړه ديتيم اوښکې کړه پاکېبسته بسته بالابسته داقتال رانه پنهان کړهدسپرلې وږ مه چې راسې دشپونکې شپېلۍ يي مل ويهر يوګل ورته نڅيږئ په امان موله خزان کړهراته راوله اوريځې چې ښه تالنده بريښناويبيانو ورک زموږ لخوانه طيارې اوراکيټآن کړهچې ارغند په مستې راسې په مستې مستې رادرومېټول ناخوالي رانه يوسي راته شين دښټ اوبيابان کړهچې پېغلانې په نڅاکړي اوځوانان کړي اتڼونهداسي ډول دي راته سورکړه چې مې ورک رانه خپل ځان کړهشنې درې ښآيسته کوچۍ يوکوچنۍ شانتې خيمه ويشپونکۍ ځوان پرمستې راسې شپېلۍ ګډه په ارمان کړهپه هوس راسه سپرليه مير يحي په انتظار دى دلته ټول ګلان خفه دي زموږ سيمه ګلستان کړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هغه سلطان", "output": "چه دزړه غوښي دي زماکړې سوهانخوښ به ددې ژونده يم په ګو� �ستانچه مي وچه سوله خوله په اه اوفغانمرګ مي قبول دۍ ستادلاسه دامي پيمانډېرمي ژړلي په طمع ستادوص� �نښه ېې نم داوښکوپه ګرېوان نمايانبيلتون بناسترګي زماکړې ړندېيم په دې غم کي نوک ترسره پنهانميني ور� �ه يارپه حال خبرکړه زماچه واوري زمادادغمونوداستانغمونه دبهادرسرپيمانه سول چه نه پوښتي حال دعاشق هغه سلطان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل", "output": "غزل لکه شبنم چه سهارلمرواخستو- داسې مې زړه رانه دلبرواخستو- دباڼوغشی ئ وؤراول راباندې- ده وينوڅاڅکومې ځيګرواخستو- زه ئې په ديدن پسې کوڅې لټوم- دې ايجاره باندې ګودرواخستو- ماويلې يوزه ليونۍ ده غروشوم- دې ليونيانوخوټول غرواخستو- ده ګلو ډکه مې زولئ وه ورته- دې پکښې ګل دصنوبرواخستو- په يوه کوڅه کښې سره لروبرشوؤ- دې<اصلزي>بخت چه أجل واخستو- ١٣٨٤-٢-١٨"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انځرګل", "output": "دانځرګل ټولې غوښې ټكيدلې وې ،هغه غټ ګردی مخ يي نيم نه و پاتې ، سترګې يې دمخ كاسه كي ښكته ننو تې او نرۍ پزه ېې راوتلي وه ، لاسونه او پښې ېې دوچو لرګيو په څير بي روحه او كرخت و . لم� �ونوېي رنګ تور اړولي و دوه غټ بكسونه ورسره و اودكلي په نري غځيدلې لاره ېې ستړي ګامونه اخيستلكله چي په كلا ننوت ګوري چي د چوتري مخي ته يو اوه كلن ماشوم په خاور ككړ پكړ ناست دي او له ځانه سره لوبي كوي ده خپل دوه لو ي پلاستيكي بكسونه كيښودل او ماشوم ته يي حيران حيران وكتل له ځانه سره ېې وويل داماشوم دلته څه كوي؟ماشوم دده په ليدو سره كوټي ته منډ ه كړه ، انځرګل شاوخوا وكتل هيڅ څوك په نظرورنغلل ،بكسونه يي پورته كړل چي كوټي ته ننوزي بيرته پښه نيولي شو ، په همدي ساعت كي يوه بوډۍ راووته او له ليري يي ناري كړې: :شكر خدايه زوي مي راغي انځرګل چي كله كوټې ته ننو ت شيبه وروسته هماغه ماشوم چي پرتوګ ېې ځان كي نه و ، راننوت اود كوټي په كنج كي غلي كيناست او په لمنې خپلي لوڅې پښـې پټې كړې ، بوډۍ غږ كړ: انځرګله دادې زوي دي انځرګل ددي خبري په اوريدو سره ټكان وخوړ په منډه پاڅيد په ماشوم يي غيږ چاپيره كړه او دهغه په سپيره مخ يي خپلي وچي شونډې وموښلې .انځرګل اته كاله له كوره ليري مسافرو ، دواده په شپږمه دوبۍ ته تللي و ، په واده كې ځمكه ګرو او شپږ لكه افغانۍ پوروړي شوي و ، دولور د پيسو دخلاصولو د پاره يي دومره كلونه ليري تير كړي وو دی په خپلې كليوالي � �يرينې باندي مين و نو د خپلي ميني د خپلولو دپاره مجبوره شو چي دا هر څه په ځان ومني مور يي څو ځله ورته ويلي و چي له شيريني ، لاس واخلي مورې داهم ورته ويلي و چي موږ غريبانان يو خپلي سبا بيګا ته حيران يو دشي� �يني پلار پينځه لكه افغانۍ ولور غواړي خو انځرګل چيرته تاب راووړ ، په كومه ورځ به يي چې شيرينه دبام له سره ونه ليده تربيګاه په پوله او پټيو ليوني ګرځيده . خونن يي چي هرڅه داخوا او هغه خوا وكتل په خپلي شي� �يني يي نظر ونه لګيده ،زړه يي كم طاقته شو مورته يي غږكړ چي شيرينه چيري ده؟ هغي ورته وويل چي دګاونډي كره تللې اوس به راشي ته داچاي وخوره چي ستړيا دې ليرې شي*****مازديګرانځرګل ديوه قبرڅنګ ته ولاړو ، بوډۍ وويل : انځرګله ، شيرينه په اولاد مړه شوه ، انځرګل دشيرينې دقبر په خاورو سر كيښود .بوډۍ چي ماشوم يي غيږ كي و سترګي يي پټي نيولي وې شونډې ېې رپيدې ، دشيرينې اونورو مړو روح ته ېې دعاګانې كولې له ځنډ وروسته يي سترګې خلاصۍ كړې ګوري د قبر خاوره په وينو سره شوي وه ،انځرګل دواده په شپه دشيرينې په غوږ كې ويلي و چې ( زوي به راوړې)هغي ورته په حياناك انداز مسلي و او ددي خبري ځواب يي نه و وركړي خو كله چي انځرګل دوبۍ ته ، ته نو له مخه ښي مخكي ېې ورته ويلي ووغواړم د واده د شپې د پوښتنې ځواب دې اوس دركړم ، انځرګل يي خولي ته نژدې شوي و او هغي ورته ويلي و زوي خوبه درته راوړم خو هسې نه چي هغه يووخت بياخپل پلار ونه پيژني ۱۸.۱۱.۲۰� �۷"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتيکا کې په نړيوالو ځواکونو بريدونه شوي", "output": "د پکتيکا ولايت د زيړوک او نکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نړيولو ځواکونو په قطار بريد شوي دي چې له امله يې يو شمير د دغو ځواکونو سرتيري ټپيان شويدي، دا خبري په سيمه کې د نوموړو ځواکونو سيمز وياند جګړن سيمر مونږ ته وکړي، ده د دعې بريد په اړه نور جزيات و� �نکړل او نه ېي هم د خپلو ټپي شوو سرتيرو شميره وښوده. او د همدي ولايت نه په يوه بل خبر کې ويل شوي دي چې د همدغو ځواکونو په يوه بل قطار پسي بمي چاودنه شوي ده جګړن سيمر په خبره دوي ته پکي زيانونه ندي اوښتي . تر اوسته پوري د شوو بريدونو پړه چا پر غاړه نده اخيستي. پکتيکا ولايت د افغانستان په جنوب ختيځ کې پروت هغه ولايت دي چې پاکستان له وزيرستان سره اوږده سرحدي پوله لري او د تيرو څو ورځو راهيسي پکې د افغان ولس مشر حامد کرزي د هغه خبرو په پلوي غونډي هم رواني دي،چي ولس مشر ويلي وو ډيري بريد کونکي له پولي آ غاړي پاکستان نه راځي او له پاکستان نه يې د داسي کسانو د مخنيوي لپاره په ترخه لهجه غو ښتنه کړيوه. ده په قبايلي سيمو کې د ځايې طا� �بانو قومندان بيت الله مسعود،ملافضل الله او پاکستانۍ ملا عمر د پښتنو دښمنان وبلل، که څه هم دولس مشر کرزي د دغو خبرو په پلوي اوس م د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې غونډي کيږي، خو د پاکستان له خوا هم افغان حکومت ته نيږدي ورته ځواب ورکړل شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ليبيا كي افغان محصلينو د مير ويس ياسيني نه ملاتړ وكړ", "output": "د ليبيا د عربي جمهوريت په پلازمينه طرابلس كي نن ديكشنبي په ماذديګر ددعوت اسلامي پوهنځي په ليليه كي راغونډ شوو ګڼ شمير افغان محص� �ينو د ولسمشري ته له كانديد الحاج مير ويس ياسيني خپل ملاتړ اعلان كړ.غونډه د مسعود برهاني په بلنه راټوله شوي وه ,چي د دعوت پوهنځي ګردو محصلينو پكي ګډون درلود,غونډي ته اسد مياخيل, حيات مياخيل شفيق الله پاپينوال خبري وكړي. ويناوالو د ياسيني په شخصيت او خدمتونو رڼا واچوله او د كرزي په 9 كلنه دوره خپل نظرونه څرګند كړه.,يو تن وينا وال دډاكټر عبد الله خبرو ته په غبرګون وويل عبد الله وايي دي په افغانسان كي د رياستي نظام پرځاي صدارتي نظام غوره ګني او تش په نامه مجاهدينو ته چې ولس ته جنګسالاران پاټكيان او داړه ماران ثابت شوي د واكدارۍ غوښتونكي دي. نظام بدلول د افغانستان د ټوټي كولو ستاسي د زړه پلمه ده او تاسي هم زاړه جنګسالاران يي ,,خو ماستر شفيق الله پاپينوال بيا د ولسمشري د كانديدانو سره د راتلونكي لپاره كوم روښانه او خرګند پلان نشتوالی په ګوته كړ , هغه د ياسيني صيب د كړنلاري ستاينه وكړه چي واي په افغانستان كي به اسلامي اقتصادي نظام پلي كړي اداري فساد به ورك او ګمركونه به كنټرول او شفافيت به رامنځ ته كړي او په افغانستان كي به زور بازي سمت بازي او نا اهلو ته دكار سپارلو مخنوي وكړي.او د خپلو افغان مخاليفونو ورونو سره به په پراخه سينه د سولي خبري او هغو به پخلا كړي , په اخير كي ګډونوالو دالحاج مير ويس ياسيني څخه خپل ملاتړ او تاييد وښود."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې د چادنې په تور ٢ شکمن کسان نيول شوي", "output": "نن د خوست ښار ته نږدې د اسمعيل خيلو د ولسوالۍ په دوه لاره کې د دولتى پوليسو په موټر يوه چاودنه شوې ،چې هيڅ ډول مرګ او ژوبله يې نه ده اړولې .د خوست ولايت پوليسو د چاودنې سيمې ته نيږدې دوه تنه شکمن کسان له يو کلاشينکوف سره نيولى او ددغه ولايت د پوليسو مشر جنرال ايوب وايي له دغو کسانو څخه پوښتنې روانې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپښتو ژبي سندرغاړې ایمن اداس ووژل شوه", "output": "دخبرونو له مخي د پښتو ژبي یوه ځوانه شاعره او ښه سندرغاړې چي ایمن اداس نومیږي نن سهار د نا څرګندو وسلوالو له خوا په پښتونخواه ایالت پیښور ښار کي وژلې شوې ده .چي د پښتو موسیقي او ژبي له پاره یوه لویه غمیزه ده . ویل شوي چي تر دې مهاله د پیښي پړه هیڅ چا په غاړه نه ده اخیستې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هوجننتاو: د هند او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو ته چمتو يم", "output": "دا خبره د چين ولسمشر هوجنتاو پرون د هند له لومړې وزير منموهنت سينگ او نورو چارواکو سره تر کتنې وروسته کړې ده. نوموړې زياته کړه چې دى په ټوله اسيا په ځانگړې توگه سويلې اسيا کې د زياتې ارامۍ د رامنځته کولو هوډمن دى. هوجنتاو د څلورو ورځو لپاره هند ته تل� �ې و او نن به له هند څخه د پاکستان په لور روان شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ(دجلالزي لیکنه)", "output": "د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ(دج� �الزي لیکنه) د بي پولو خبریالانو نړیواله ټولنه World Press Freedom Day on 3 May Reporters Without borthers د مې میاشتې دریمه د مطبوعاتو د خپلواکۍ له نړیوالي ورځي سره برابره ده. دغه ورځ د افغانستان په ګډون د ټولو هغو هیوادونو له خوا لمانځل کیږي چېرته چې تر یوه حده د مطبوعاتي خپلواکي شتون لري.د بي پولو خبریالانو ټو� �ني د دغې ورځي د را رسیدو په مناسبت په یوه خبر پآڼه کې د افغانستان او د نړۍ د یو شمیر رسنیو په اړه څرګندوني کړي چې ستاسو پام ورته را اړوم. د مې د میاشتې د دریمي نیټي له را رسیدو سره د بي پولو خبریالانو ټولنه د دریو خبریالانو د خلاصون غوښتنه کوي کوم چې د یو شمیر حکومتونو له خوا نیول شوي دي. دغه ټولنه وایې چې د بي پولو خبریالانو ټولني څلورو غړو د اپریل میاشتي له اتویشتمي نیټي را پدې خوا په غذایې اعتصاب لاس پوري کړی او د ایرانۍ الاصله امریکایۍ خبریالي رخشانه صابري د خلاصون غوښتونکي دي.رخشانه صابري امرېکې ته د جاسوسۍ په تور د ایراني دولت له خوا په اته کاله بند محکومه شوي ده.د بی پولو خبریالانو ټولني دا هم ویلي چې په خپله رخشانې صابرې هم د اپریل میاشتې له ۲۱ نیټي را پدې خوا د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی او ټولنه یې د صحت په اړه شدیده اندیښنه لري. د بي پولې خبریالانو ټولني همدا راز د دوو نورو امریکايي خبریالانو د برخلیک په اړه هم اندیښنه ښولي چې دمګړۍ د شمالي کوریا چارواکو د رخشانه صابري کیس ته په ورته تور نیولي دي. دغه دوه خبریالانې یونا لي او لورالینګ نومیږي چې د کلفرونیا له کرینټ ټلویزیوني چینل سره یې کار کاوه او د مارچ میاشتې له اولسمې نیټې را پدې خوا د پیونګیانګ د چارواکو له خوا نیول شوي دي. د بي پولو خبریالانو ټولني د مې میاشتې دریمه نیټه یعني د رسنیو د خپلواکۍ ورځ د دغو دریو ښځینه خبریالانو د توقیف په صورت کې د نه لمانځلو وړ بللي او له دواړو ایراني او کوریايي دولتونو څخه یې غوښتي چې دغه دری ښځينه خبریالاني بې له قید او شرط څخه له ځنډ پرته آزادي کړي. د بي پولو خبریالانو ټولني همدا راز ویلي چې نه رخشانه صابري او نه هم لي او لینګ جاسوساني او مجرمیني دي بلکه هغوي د دیموکراسۍ، بشري ح� �ونو او انساني لوړو ارزښتونو لپاره خدمت کاوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قهرجني څپې", "output": "د سمندر تر څنگ ولاړه زمونږ د لوخو کوټۍ نن بیا له څه وې� �ېږي؟ورته بیا څوک گواښېږي؟ریښتیا! بیا چهارشنبه ده نن بیا ظالم سمندرخپلي څپې غوړوي بیا ورته واېې په تورو شگو دا آباده کوټۍد کافرانو ځاله ورکه ېې کړه، دلته مسلمان راځي تل ترینه نفرت کوي ټول کله پوهېږي دا ناځوان سمندردغه بې ځانه موجود د ښه او بد په توپیردلته مسلم او یهود گډ اوسېږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اردن کې وسلوال یو تن بهرنی سیلاني وواژه", "output": "نن د اردن په پلازمینې عمان کې یوه وسلوال د سیلانیانو په یوه سیلانځای برید وکړ چې په ترڅ کې یې یو برېتانوی سیلاني ووژل شو دوې نورې ب� �ېتانوۍ ښځې، یو جرمنی، یوه د استرالیا ښځه او یوه هم د نوي زیلانډ سیلانۍ ښځه د برید ښکار شوې او ټپیانې شوې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "٥ تنه کورني اوبهرني وګړي له تښتوونکوڅخه خوشي شوي", "output": "افغان امنيتي چارواکو نن او پرون د جلا جلا عملياتو په ترڅ کې ٣ تنه اېرانيان او دوه تنه افغانان د فراه د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د تښتوونکو له منګلو څخه خلاص کړي دي. ٢٦ کلن محمد عمر او ١٠ کلن حبيب الله چې يو يې څلور مياشتې وړاندې او بل يې ٤٥ ورځې مخکې تښتول شوى وو، نن د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې خلا ص او تښتوونکى چې نور محمد نومېږي له يوه اندازه سپکې ا ود� �ندې وسلې سره نيول شوى دى. تښتوونکي د نوموړو کسانو د خلاصون په بدل کې د ٥٥ ميليونه اېراني تومان د ورکړې غوښتنه درلوده. همدا شان پرون د يوې وسله والې نښتې په ترڅ کې ٣ تنه اېرانيان د بالا بلوک د شېوان په سيمه کې له تښتوونکو څخه خوشي کړاى شوي دي. د يو بل رپوټ له مخې پرون د بکوا په ولسوالۍ کې ناپيژاندو کسانو د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د سيمې د يوه قومي مخور عبد الغفار په ګډون ٥ تنه مړه او يو بل ټپي كړى دى. د بکوا امنيه قومندان نعمت الله له بېنوا ويبپاڼي سره د پېښي پخلى وکړ او وايي دغه مرګ او ژوبله د شخصي دښمنيو او تربګنيو له مخې � �امنځته شوې ده. د پېښي په تړاو څوک نه دي نيول شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عبدالولي خان نن خاورو ته سپارل کيږي", "output": "پښتون سياست وال عبدالولي خان به نن دده په پلرني کلي ولي باغ چارسده کې خاورو ته وسپارل شي -دده جسد له پرونه راهيسې په کننګم پارک پېښور کې دخلکو دعامې ليدنې په موخه اېښودل شوى دى له پېښوره دنندارې راپور: پښتون سياست وال عبدالولي خان به نن دده په پلرني کلي ولي باغ چارسده کې خاورو ته وسپارل شي -دده جسد له پرونه راهيسې په کننګم پارک پېښور کې دخلکو دعامې ليدنې په موخه اېښودل شوى دى -په زرګونو خلکو چې سياست وال او چارواکي هم پکې شامل دي تر اوسه دده ديدن کړى دى- نن ماسپخين درې بجې به دده د جنازې مونځ په نوموړي پارک کې اداکولى شي چې دافغانستان يو پلاوى به هم پکې گډون وکړي - عبدالولي خانپه ١٩١٧ کال کې زېږېدلى و او د ٨٩ کالو په عمر کې پرون پېښور کې په حق ورسېدو - نوموړي ٢ ځامن او ٣ لوڼې ترشا پرېښودلي دي -"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان د مخدره توکو په فابريکه د بدليدو په حال کي ده", "output": "دا خبره د روسيه د بهرنيو چارو وزير سرګي ايوانوف په يوه خبري غونډه کي په مسکو کي څرګنده کړه. ايوانوف وويل چې روسيه هڅه کوى تر څو له ا روپايي ټولني سره په هم غږي کې د افغانستان د مخدره توکو له قاچاق وړونکو او د هغو د هيروينو له پنډو ځانونه وساتي . د ايوانوف دا څرګندوني په داسي حال کي خپري شوي چي د ملګرو ملتو سازمان د رپوټو پر بنسټ د نړي ٩٠ فيصده مخدره توکي په افغانستان کې توليديږئ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دنړيوالي ټولنې تودې وعدې او دکرنې په سکټور کېـ..", "output": "دکرنې وزارت دچهارشنبه په ورځ چې دحمل دمياشتې له 19 نيټې سره سمون خوري دانسجام اوهماهنګی په هغه ګډه غونډه کې چې دماليې وزارت دخيبر په تالار کې ديونما په کوربه توب جوړه شوې وه دڅه باندې نوي مليونو امريکايې په راجذبولو بريالی شو. په ياده غونډه کې چې دم اليې ، اوبو اوبريښنا،دکليو دپراختيا د وزارتونو دوزراوو برسيره 60 تنو د 30 نړيوالو مرستندويو خواوو په استازيتوب ګډون کړي وو ، دکرنې وزير په خپلو خبرو کې دکرنې دسکتور ونډه دخلکو دژوندانه په پرمختګ او وده کې بنسټيزه او حياتي وبله، هغه له مرستندويه خواوو وغوښتل چې دطبيعي منابعو دتنظيم، دکرنيزو محصولاتو دکميت او کيفيت دلوړوالي او دکرنيزو بنسټونو درغونې په برخه کې دکرنې وزارت ته اوګه ورکړي. په غونډه کې دکرنې دوزير تر � �هبری لاندې تيرې پنځه مياشتې ډيرې کاري وارزول شوې او دلاسته راوړنو له ډلې څخه يې په تيرو پنځه څلويښت ورځو کې دکرنې وزارت لخوا دپنځو نورو وزارتونو سره په هماهنګی کې د دری نيمو مليونو ميوه لرونکو او بې ميوو نيالګيو دکينولو يادونه وشوه دکرنې وزير لس هغه مهمې برخې چې دوزارت په لومړيتوبونو کې دي مرستندويه خواووته په ګوته کړې، چې له هغې ډلې داصلاح شويو تخمونو پيرودل وو چې دهغه په وينا بايد دسپتمبر په مياشت کې په بزګرانو باندې وويشل شي. هغه همداشان دمرسته کوونکو لورو له خوا وغوښتل چې (دکليوالي کرنې دپرمختيا ) يا CORD دپروګرام په برخه کې توجه وکړي. په پای کې ديونما لوړپوړي استازي (مارک وارډ ) دنوموړې غونډې دښې ارزونې تر څنګ هغه دمرسته کوونکو دهماهنګی يوه ښه بيلګه وبله او دکرنې وزارت له کړنو څخه يې په قدر سره يادونه وکړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان :کې تر دوشنبې بندیان خوشي نه شي کوریایان بـ . . .", "output": "افغانستان كښې طالبانو نيغ په نيغه سويلى كوريا ته دمذاكراتو بلنه وركړې او په سويلى كوريا ئې تور لګولى چې كوريا دتښتول شوو كوريايانو خو� �ي كولو لپاره هيڅ قسمه خوښى نه لرى طالبانو دې لړكښې تردوشنبي ورځې پورې كوريا ته ضربالاجل وركړى چې مذاكراتو لپاره نيغ په نيغه چمتو شى او افغان حكومت بايد تر دوشنبي ورځې پورې افغان زندانونو كښې بندى 8 طالبان خوشى كړى او كه چیرې افغان دولت زمونږ غوښتنه ونه منله نو كوريايان به ووژنو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان دولت ته د مدرسې د زده کوونکو ګواښ", "output": "په پاکستان کې د يوې ديني مدرسې سخت دريځو زده کوونکو د دغه هېواد له ولسمشر پرويز مشرف څخه غوښتي چې، د دولتې ځواکونو او د طالبانو د ډلو او د او په اسلام آباد کې د فساد پر خلاف د هغوى له هڅو او هاند سره له مخامخ تيا د مخنيوي لپاره د دوى مدرسې ته ورشي. په دغه هېواد کې د غير قانوني جوماتونو د ويجاړولو لپاره د پاکستان د دولت هڅې، د دولتي ځواکونو ملايانو او د هغوى د افراطي پلويانو ترمنځ د کړکېچ د جوړولو لامل شوى دى. د دغې مدرسې زده کوونکو تېره مياشت يوه ښځه د فساد په تور وتښتوله. هغوى همدارنګه دوه تنه پوليس هم نيولي و. دغې مدرسې د تېرو اونيو په لړ کې د دولت پر وړاندې د اورپکو د يوه بنسټ په توګه را پاڅېدلي دي. د دغې مياشتې په لړ کې په اسلام آباد کې د يوه جومات مسئول مولانا عبد العزيز ګواښ کړى و، په هغه مهال کې چې دولت وغواړي له زور څخه په ګټې اخيستنې سره د هغوى د فعاليتونو مخه ونيسي پلويان به يې له ځانمرګو بريدونو څخه ګټه واخلي. ديني مکتبونه د جنرال پرويز مشرف د حکومت لپاره د ګواښ يوه سرچينه شمېرل کېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې نن سهارځانمرګى بريد وشو", "output": "دپژواک د خبر لمخي په کابل ښار کې د امنيه � �وماندانۍ د ودانۍ ترڅنګ نن سهار ( د ليندۍ په ٢٤مه) ځانمرګى بريد وشو . دغه بريد د سهار نږدې اته نيمو بجو د يو موټر له لارې وشو. په سيمه کې يو موټر ټوټه ټوټه پروت دى او بل اور اخيستى چې اوس هم ترې لوګي پورته کيـږي . د م رګ ژوبلې په اړه يې دم ګړۍ معلومات نشته او سيمه د پوليسو لخوا محاصره شوې ده . ددې خبر په اړه به نور معلومات و� �وسته خپاره شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بینوا", "output": "څوک می چا پورئ تړي او څوک دچاخبر نه شول څوک دزړه په حال زماله اغياره مې ګيله او مانه نه شتهګيله من يمه له خپل خواږه اشناما ئي تمه دقيا مت پورې کو لهده په دې نړۍ کې لاس واخيست له مازه دې تل تر تله خوښ غواړم دلبرهخير که تا يمه شړلئ بينواانتقام زماد ميني خاصه نه دهته کوه خپله جفا زه به وفا(خدمتګار)به درنه ځارخپله ځواني کړيپه يو وخت به شي حاصله ستا رضا کلاکرويک ناروې١٣٨٣ل ه کال لړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د(لابراتواری ازمېښتونوهيماتولوژی) کتاب چاپ شو", "output": "د ډاکتر محمدسليم (اتمانزی) � �يکنه دلابراتوار په څانګه کې دهيماتولوژی تر عنوان لاندی کتاب چاپ شو،هيماتولوژی په برخه کې هر اړخيزه مع� �ومات په پښتو ژبه په ساده الفاظو ليکل شوی دی،ټول طبی کارکوونکو لپاره ډیر کټور دی، د افغانستان اد� �سونه، جلال اباد:عبدالمجيد مومند کتاب پلورنځي ۰۷۰۰۶۳۶۱۶۱ خوست: پوهنه کتاپ پلورنځی ۰۷۹۹۲۳۶۴۴۸ کابل : انتشارات سيرت دهمزنګ ۰۷۰۰۶۶۳۰۱۳ � �ندهار : صداقت کتاب پلورنځی ۰۸۰۰۳۰۵۴۰۷ خپرندوی : عنايت خپرندويه ټولنه ادرس: پيښاور بورډ بازار ناصر باغ اول سرک اوله کوڅه دويم دوکان ۰۳۲۱۹۰۸۶۵۵۶ ايمل : mrinnayat_qaree@yahoo,com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا دايران پارول غواړي (washingtonpost)", "output": "ژباړه او ترتيب : (عزيزاحمد خوارمل ) امریکايۍ ورځپاڼی واشینګټن پست په یو ګزارش کې دامریکا اوداسرائیلودرسنیودتبلیغاتی جګړی او پرایران باندی دنظامی يرغل دخبر په هکله یې ولیکل : امریکا دایران په تحریک کولوپس دی ت� �څوایران یونظامی پیل رامنځته ګړی اوبیا امریکایانوته پرایران باندی ویرغل کولو ته یوحتمی او اړین موضوع وګرځی . ددی ګزارش پربنسټ داسرائیلو دتیر میاشت هوایي نظامی مانور دمدیترانی دسمندر دپاسه ،دامریکا اوداسرائیلی رسنیود رسنیودتبلغاتی جګړی په پ� �اختیا ورکولوسره دایران پرضد زیار باسی ترڅونړیوال عمومی افکار پرایران باندی دنظامی یرغل دپاره اماده کړی چې دوي په دی هکله تر اوسه پوری ناکامه پاته سوي دي . دهمدی مطلب پربنسټ دواششنګټن پست ورځپاڼی د( ۸ . ۷ . ۲۰۰۸ )نيټی په ګڼه کښې تردی سرلیک � �اندی « دجورج ډبلیو بوش د مخه ښه اودخدای په امانی کړن لیک پرایران باندی دیرغل کولوسره � �امل دی اوددی موضوع په هکله یې داهسی ولیکل : امریکا اواسرائیل عملآ درسنیو په تیلیغاتی جګړه کښې ورننوتی دی ترڅودایران دولت راوپاره وې اوپه دی مورد کې دایران دولت دځانه عکس العم ل وښي او وروسته ددی عکس العمل په وړاندی یونظامی پیل اودجګړی لمړینی انځور اعلام کړی په همدی ډول سره لیدل کیږی چې دامریکا هیواد دهغو پټو اوسری لمسونونوپه رامنځته کولو باندی تکیه وکړی تر څو دایران پرضد دغه جګړه هرمرورامنځته کړی » . ددغه امریکایی ورځپاڼی دلیکنی پربنسټ : ددی نظامی پیل په رامنځته کولوکې چې په واشینګتن کې « پرنږدی ختځ باندی دمطالعی د موسسی دخواڅخه ډې� � کلک ملاتړ هم کیږی ، نوکیدی سی چې دغه نظامی یرغل یوه محدوده امریکا یی یا اسرائیلی یرغل به وي ». واشینگټن پست ددی مطلب په ادامه پسی زیاتوی :دامریکا دولت تراوسه پوری دعربی هیوادونو ملاتړیې په پوره اوقطعی ډول سره پرایران باندی ددی نظامی یرغل په هکله نه دی ترلاسه کړی اوپه عین حال کې یوشمیر عربی هیوداونه په بربنډه توګه دایران دنفوذه څخه بهیره هم لری اودنظامی یرغل د� �امنځته کیدو څخه په سیمه کښې چې یوه ډېره اوږده جګړه به هم رامنځته سی ، ډېر په تشویش کې دی اوددی وضعی سره د احتیاطه څخه کار اخلی . تیره اونی امريكايي نيويوركر مجلی په یو ګزارش کې ولیکل چې دجورج بوش دوړاندیز پربنسټ د څلورسوه ((۴۰۰)) میلیونه ډالرو پریکړه وسوه چې دامریکی دبودجی څخه دی دغه ډالر په ایران کې دپټوعملیاتود ډېریدو دپاره وکارول سی ترڅوپه ایران کې اوسنی امنیتی وضعه ناقراره اوبی ثباته کړی ، دغه خبر یې اعلان کړ اووی لیکل چې دغه ډول عملیاتونه یو نوی امر اوکړنه ندی دوي پخوا هم داهسی عم� �یاتونه یې ترسره کړې دی . واشنگټنپست په خپل دغه ګزارش کې دنیویورکر دمجلی دخبرپه اړه یې ولیکل : دپټو اوسری عملیاتو پراخه کیدل او ترسره کول دیوی ممکنی سنا� �یوعملی کیدل دی .اوددغه پټو عملیاتونو اوسری غلچکی یرغلونو په ترځ کې کیدی سی چې دامریکا وموخوته تحقق ورکړل سی،مګر په ډېراټکل سره کیدی سی چې په ایران کې ددغو نا قراریو په نتیجه کښې دایران لخوا دجګړی داعلان تفسیردی رامنځته سی . دغه امریکی ورځپاڼی پردی ټکی ټينګار کوی : داهسی ښکاری چې دپټوعملیاتونو وروستنی م وخی په ایران کې دګډوډی اودکړکیچ رامنځته کول دی اوپه دی لړ کې به د اجازی ورکولو په نیت به بهرنی م داخله په ایرا ن کې وی . واشنگتنپست ددی لیکنی په پای کې لیکی اوپه دی ډول سره مدعی دی، چې دجورج بوش دولت هیله مند دی ترمخه تر دی چې دسپينې ماڼی څخه ووځی،اوولاړسی اودسپینی ماڼی سره خدای په امانی وکړی دجګړی اوربه بله وی ،مګردبوش دغه پيل به یو ښکاره یرغل اویا یوپټ اوسری پیل به وي،لا تراوسه دغه موضوع نامعلومه ،ګونګ ،پيچلی اونا څرګنډه موضوع دی . دغه امریکایی ورځپاڼی همدارنګه دغربی رسنیو درسنیو دتبلیغاتې جګړی ترڅنګ په پای کې ولیکل : په بل عبارت سره دبوش دولت تر څویوه بله چاودنه رامنځته نه کړی دسپينی ماڼی څخه نه ځی اونه ووځی. همدارنګه دایران دایسنا خبری آژانس بیا په خپل انټرنيټی سایت کې دپورتنی موضوع په هکله لاندنی متن یې ولیکل : پنتاګون و اسرائیلوته پرایران باندی دنظامی يرغل اجازه نه ورکوی ! دهمدی موضوع په هکله دپنتاګون یوپخوانی جګپوړی چا� �واکی په ټینګار سره وویل چې دامریکا هیواد وتل آویو ته اجازه به ور نه کړی چې پرایران باندی دی نظامی یرغل ترسره کړی انتونی کردسمن دپنتاګون پخوانی جګپوړی چارواکی چې دا اوس مهال دای بی سی دت� �ویزیونی شبکی ددفاعی چارویونامتوڅيړونکی دی او دی څه موده مخکی دملی امنیت دمطالعاتوپه موسسه کښې داس� �ائیلی څیړونکوسره په یوه کتنه کې وويل (( مايكل مولن دامریکی دمرکزی ګډونظامی قواو رئیس په خپل سفر کښې په تل آویو کې و گابي اشكنازي داسرائیلو دمرکزی ګډونظامی قواو رئیس ته دامریکا دهیواد د� �یځ یې دایران په هکله ده ته اطلاع ورکړ ،اوهمدارنګه داورشلیم پوست دورځپاڼی دلیکلی سوی مطلب په اړه ،کردسمن وویل چې دامریکا هیواد په دا اوسنی پړاوکې زیار باسی اوپه دی لټه کې دی ترڅودډیپلوم اتیکو لاروچارو په وسیله سره دایران دولت و دی ته وداره کړی چې په سوله ایز اوډيپلوماتیک ډول سره داټومی اوهستوی پروګرام نه لاس واخلی ،او اسرائیلوته یې په بربنډه اوښکاره توګه وویل چې بیله دسپینۍ م اڼې دموافقی نه پرایران باندی يرغل ونه شی ،ده په دی هکله زیاته کړه چې دامریکی اوسنی سیاست دبل نوی جمهور رئیس دقسم خوړلوتر وخته پوری به بدلو ن ونه مومی . همدارنګه یوی بلی ایرانی ورځپاڼی (آفتاب یزد) په عراق کې دوژل سویوامریکایي سربازانووروستنی شیمر یې په لاندی ډول سره خپاره کړی دی : دامریکا دوژل سویوسربازانوشمیر وڅلورزره یوسلوڅوارلسو »۴۱۱۴) تنوته ورسیدی اودا په داهسی حال کې دی چې دری زره دری سوه دروپنځوس (۳۳۵۳) تنه په غلچکی اومخامخ جګړو کې وژل سویدي ،اوپه عراق کې داتئلافی � �واودنورو غړیوهیوادونو دوژل سویو سربازانوشمیر په دی ډول دی : برتانیا یوسلوشپږاویا (۱۷۶) تنه ایټا� �یادرودیرش (۳۳) تنه اوکراین اته لس (۱۸) تنه پولند یوویشت (۲۱) تنه بلغاریا دیرلس (۱۳) تنه اسپانویان یوولس (۱۱) تنه اوډنمارک (۷) اووتنوته رسیږی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائتلافي ځواكونه دلسو طالبانو دوژلو ادعا كوي.", "output": "ائتلافي ځواكونو خبري رسنيو ته ويلي چې دهيواد په سويل كې دغو ځواكونو لس طالبان وژلي خو دقيق ډول يې ځای ندی ښوولی دغه راز دغو ځواكونو ديوه ائتلافي سرتيري د وژل كيدو خبره هم كړې. دائتلافي ځواكونو له لوري دا مهال دغره زمري، په غره يرغل عمليات لا له پخوا پيل شوي او دائتلافي ځواكونو له لوري د زهر په نوم نوي عملياتو دپيل خبره هم شوې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جلال الدین حقاني: زه نه یم وژل شوی", "output": "زمریالی- میرانشاه د طالب پلوه ځواکونو یو وتلی قوماندان جلال الدین حقاني وایې چې دی د امریکایي ځواکونو د دوشنبې د ورځي په برید کې نه دی وژل شوی او روغ رمټ دی. امریکايي هوايي ځواکونو نن د میرانشا په دندي درمخیل سیمه کې د حقاني یوه مدرسه او د هغه د استوګني کور په نښه کړل. په دې بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او یو شمیر نور زخمیان دي. دا برید دقیقاْ څو ثانیې وروسته تر هغه وشو چې حقاني له خپل کور څخه وتلی وو. د حقاني زوی وایې چې په دې برید کې د دوي د کورنۍ یو شمیر ښځي، ماشومان او ه� �کان وژل شوي دي خو پلار یې روغ رمټ دی. حقاني هم له برید وروسته د خپلې سلامتۍ خبر ورکړ. دا برید په تیره اونۍ کې څلورم هغه برید دې چې د پاکستان په قبایلي سیمو د امرېکې د ځواکونو له خوا تر سره کیږي . عیني شاهدانو وویل چې په برید کې د حقاني د کور په شمول ګڼ شمیر استوګن ځایونه او د هغه شخصي مدرسه هم نړیدلي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زابل کې د ولسي وګړو په موټر د ماین چاودنه وشوه", "output": "نن د دوشنبې په سهار شاخوا اته بجې د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ په عمومي واټ د ولسي وګړو په موټر د ماین چاودنه وشوه چې په پایله کې یې ۶ کسان وژل شوي او دوه نور شدید ټپیان دي. دا خبره د نوبهار ولسوالی ظریف خان څرګنده کړه. د ظریف خان پر وینا چې دا کسان د زابل مرکز قلات ښار ته په لار ول چې پرې د طالبانو ماین وچاودید.طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وی� �ي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپاکستانيانو په وژنه له افغان قومندان نه پوښتني پېل شوي", "output": "میرویس جلالزی : دا قومندان عبدالرزاق ده چه د سپين بولدک ولسوالي امنيتي واګي يي تر کنترول لاندي وي په نوموړي تور لګول شوي چه ١٦ تنه ملګي پاکستانيان يي وروسته له هغه وژلي چه په ناقانونه توګه له پاکستان نه سپين بولدک ته را اوښتي وو. د کندهار والي اسدالله خالد د پنجشنبه په ورځ وويل چه له قومندان عبدالرزاق نه يي پوښتني پيل کړي او که دا کار شوي وي نو نوموړي به له دندي ګوښه کړي. دا پاکستانيان د عبدالرزاق په وينا د ورانکارو بريدو لپاره افغانستان ته راننوتي وو. خو د پاکستان خلک بيا وايي چه د دوي دا خپلوان د نوي کال د ميلو لپاره افغانستان ته روان وو. د افغان چارواکو دي عمل د پاکستان د کويتي ښار د ګنو اوسيدونکو غبرګونونه را وپارول هان دا چه په کويته کښي افغان قنسلګري هم د لاريون کونکو له خواد د ډبرو او لرګيو موخه وګرزيده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "میدان وردګ: د ملي اردو یو افسر او دری طالبان ووژل شول", "output": "میرویس جلالزی د میدان وردګو په ولایت کې وسله والو طالبانو د ملي اردو په یوه افسر برید وکړ چې د نوموړي دمقاومت په پایله کې دری طالبان وژل شوي او وروسته بیا دغه افسر هم وژل شوی دی. دغه افسر لطف الله نومیده. د ملي دفاع وزارت له لوري یوه خپره شوي خبر پاڼه کاږي چې دغه نښته پرون رامینځ ته شوي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په عراق کې د اورپکو د ډلې د مشر نيونه", "output": "د عراق دولت وايي د اورپکو ډلو يو مهم مشر چې د هغوى په وينا د القاعدې له شبکې سره تړاو لري نيولى دى. د عراق د کورنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي تيېره ورځ وويل د عراق د اسلامي دولت د ډلې مشر ابو عمر البغدادي د بغداد په ابو غريب سيمه کې ونيول شو. د اسوشيټيډ پرېس د خبر له مخې عراق چارواکو په محرمانه توګه د هغه د استوګني له سيمې څخه اطلاعات وموندل او وروسته يې هغه له څو ملګرو سره ونيول. د عراق د پوځ د وياند قاسم الموسوي په وينا د نيول شوو کسانو يو تن د البغدادي هويت منلى دى. په دغه هېواد مېشت امريکايي چارواکي ويلي چې هغوى ته د البغدادي د نيولو په اړه مالومات نه و ورکړل شوي. ايتلافي مشر ابو عمر البغدادي په عراق کې سني مذهبه اورپکى دى چې په دې وروستيو کې يې د شړي تښتونو او د ١٨ پوليسو وژل پر غاړه اخيستى دى. دغه ډله چې ويل شوي د القاعدې له شبکې سره تړاو لري، يو ويديويي فلم د انټرنېټ په شبکه کې خپور کړى و، چې د پوليسو وژل يې ښودل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يو بل (نوميالى) مو هم له لاسه وركړ", "output": "اسمانه بيا لكه چي نوي افسانې جوړوې چي سر پر سر مي پرهارونه پر سېنې جوړوې په ډېره خواشيني سره خبر شولو چي افغان ملت بيا د علمي او فرهنګي ناورين پر ټغر كښېناست. او د افغانستان پياوړى عالم، مفكر او څېړونكى كانديد اكاډمېسن محمدانور نوميالى له دې نړۍ څخه د ابديت پر لور وكوچېد. انالله و انا اليه راجعون افغان ملت چي له درو لسيزو راهيسي د مرګ پر پوله ناست دى، د پرله پسې ناورينونو له قاتلي بلا سره خپړي لګوي، له يوې ټكي څخه يې دمه نه وي جوړه چي بله يې پر سر را ايله شوې وي. تر ټولو لويه غميزه خو يې لا دا ده چي په ژوند له خپلو علمي او ف� �هنګي ارزښتونو څخه بې برخي دى. ارواښاد استاد نوميالي هم له خپل كور او وره ليري د پرديو په دربار كي د پردېسۍ پر بستر خپل پور پرې كړ، كه څه هم چي له ډېره وخته راهيسي د ده له بركتناك علمي سيوري څخه موږ بې برخي وو، خو هيله مو دا وه چي يوه ورځ به يې په مخامخ توګه د پوهي په رڼا زموږ د جهالت د دېبانو سترګي ړندېږي، خو درېغه چي دا هيله مو خاوري شوه او د دويم ځل لپاره فرهنګي يتيمان شولو. خداى دي وكړي چي افغان دولت د ده د جسد له پاره د خپل وطن په غېږ كي يو دوې لوېشتي ځمكه ځانګړې كړي، په ژوند خو يې چا د درنښت نيت ونكړ، په مړېنه خو يې لږ تر لږه له ياده غافل نه شو. الله (ج) دي يې د خپل بېساري رحمت په اوبو اوبه كړي. آمين يا رب العالمين د بېنوا فرهنګي ټولني او روهي ادبي بهير له خوا كندهار_افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کرزي په ګټه يو نوماند له خپلې نوماندۍ تېر شو", "output": "دټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي اوسمهال ديو نوماند په ګټه د نوماندانو تېرېدل د ټاکنو کمېسيون ته په مالي برخه کې هېڅ ګټه نه رسوي. د هغوى په وينا د راى ورکونې پاڼې چاپ او ډېر لګښت پرې راغلى. داپه داسې حال کې دي چې د راتلونکو ټاکنو يو نوماند نن له خپلې ناماندۍ څخه د حامد کرزي په ګټه تېر شو. د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د نوماندانو د کم پاينونو لړۍ ورځ تر بلې مخ په چټکېدو ده. د دغو ټاکنيزو سياليو په بهير کې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو يو تن نوم اند عبدالمجيد صميم له خپلې نوماندۍ څخه د حامد کرزي په ګته تېر شو. نوموړى وايي لکه څنګه چې هر وګړى دا حق لري چې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي دا حق هم لري چې د هر چا په ګټه چې زړه يې وغواړي له خپلې نوماندۍ تېر شي. خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي ديو نوماند په ګټه د نوماندانو تېرېدل نوموړي کمېسيون ته په مالي برخه کې هېڅ م� �سته نه شي رسولى ځکه راى پاڼې چاپ شوې او زيات لګښت پرې راغلى. خو له خپلې نوماندۍ تېر شوى نوماند وايي په � �يښتا چې په هر نوماند ډېر لګښت راغلى خو د يوشمېر کسانو لخوا دغه کار د بې خبرۍ له امله شوى او ځان يې راتلونکو و� �سمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنو ته نومولي دي. دى زياتوي دغه مالومات بايد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون لخوا خلکو ته مخکې له نوماندېدو څخه ورکړل شوي واى. دا په داسې حال کې دي چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته له ٤١ نوماندانو څ خه تر اوسمهاله درې نوماندان له خپلې نوماندۍ څخه د حامد کرزي په ګټه تېر شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوډان ژمنه کړې ده چې د م م د فعالانو لپاره د کار.......", "output": "د سوډان حکومت ژمنه کړې ده چې د دغه هېواد د دارفور په کړکېچنه سيمه کې د مرستې رسوونکو سازمانونو د فعالانو لپاره د کار شرايط برابر کړي. د هغه پرېکړه ليک له مخې چې د ملګرو ملتونوپه وسيله لاسليک شوى دى، د سوډان چارواکي موظف دي څو د مرستې رسونې سازمان د فعالانو د ويزې صادرول او اجازې بهير ګړندى کړي.په تېرو اونيو کې د مرستې رسونې سازمانونو په وار وار شکايتونه کړي و، چې د سوډان چارواکي د دارفور په سيمه کې د هغوى د فعاليتونو مخه نيسي. اوس مهال د مرستې رسونې شاوخوا ١٣ زره کار کوونکي د ٢ مليونو سوډانيانو د تغذيې لپاره چې د جګړې له امله په پنډغالو کې ژوند کوي په فعاليت بوخت دي. د مرستې رسونې د سازمانونو د رپوټ له مخې په دغه سيمه کې وروسته له څلور کاله نښتې، د هغوى لپاره د کار شرايط د تاوتريخوالي د پيل له وخت راهيسې ستونزمن شوى دى. د دارفور کړکېچنه سيمه تر اوسه هم د نړۍ له خطرناکو سيمو څخه شمېرل کېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل يار خو نن هر څه منل خداى مې دعا ومنل څوك تر چا قربان شي، ما مخكي تر عشق نه منل ستا لاره د فكر لار زما لا� �ه د زړه منل ميني كړم يو وخت داسې بد مې هم په ښه منل ځار غرور له مينې نو� � بس د پښتانه منل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان اودپوځي عملياتو دوام (( تلپاتي آزادي))", "output": "ليکوال : ايفگېني گريگوريف - له � �وسي څخه ژباړونکی : حبيب الله غمخور منبع :Независимая газета دافغانستان امنيتي وضعه نوره هم مخ پر خ� �ابېدو اوډراماتيک حالت غوره کړی دی . د((تلپاتې آزادی )) تر نامه لاندي دپوره پنځو کالو برياليو عملياتو نه و� �وسته اوس هم دا ډار شته چې ممکن حالات له کنټرول نه ووزي . داخبره دامريکا دڅارگرۍ ادارې ( آي ايس � �ي) مايکل هايدين دامريکا دسنا په هغه غونډه کښي وکړه کوم چې دافغانستان دپوځي او امنيتي حالاتو دڅېړلو لپاره ځانگړې شوې وه ؛ هغه داومنل چې دالقاعدې دسازمان تاثيرات اودطالب جنگياليوپه شمير کې زياتوب ليدل کيږي . دده په وينا اوس ترهگر په افغانستان کښي دعراق له تجريبو اوتاکتيکو څخه استفاده کوي . دې جگپوړی چارواکۍ ((مايکل هايدين)) څه موده وړاندي له کابل څخه دليدو په منظور هلته په سفر تللی و،هغه وويل : (( دالقاعدې سازمان دعراق اوافغانستان تر منځ دوصل کړۍ ده)) . دپنتاگون لوي رئيس (( جنرال مايکل ميلز)) هم دڅارگرۍ دادارې دمشر دخبرواوڅېړنود پايلو څخه پخلۍ کوي . دملگروملتو دسازمان په مرسته دافغانستان دحکومت لخوا دام نيتي وضعي ترڅېړلو وروسته په غربي مطبوعاتو کښي دخپور شوی راپور له مخې داسي انگېرل کيږي چي امنيتي حالت دت� �ويش وړ اوله جدي خطر سره مخامخ دی . پدغه خپاره شويو څېړنيزو معلوماتو کښي دافغانستان امنيتي حالت نورهم بغ� �نج اوکړ کېچن ښودل شوی دی . په راپور کښي راغلي ،که چيري په تير عيسوي کال کښي پر بهرنيو پوځيانو باندي په مياشت کښي ((۱۳۰)) ځله بريدونه ثبت شوې دي د۲۰۰۶ کال دمارچ په مياشت کښي بيا ددې حملو شمير ((۳۰۰)) ته ، مگر اوس شپږسوو ته په يوه مياشت کې جگ شوی دی ؛ پدغو برېدو او همداډول دبهرنيو هيوادو په ځانگړې توگه دامريکا،انگ� �ستان اوکاناډا دپوځې بريدونواو عملياتو په پايلو کښي ((۷۰۰ ۳)) نه زيات افغانان دهغې جملې نه يې ((۱۰۰۰))نفره ملکي کسان وژل شوی دي . همدا ډول په گذارش کي په تکرار راغلي چې امنيتي وضعه نوره هم مخ پر خرابېدو ده اوډراماتيک ح الت ځانته غوره کوي ،واړندي ليکي په ډيرو ځايو کښي دبيا رغاوني کارونه په ټپه درېدلي ،ښوونځۍ تړل شوې او دبشري مرستو درسولو مؤسسو خپل کارمندان له هغو ځايو ايستلي دي ؛د هيواد په زياتو سيمو کښي ملکي خلک بې سرنوي� �ته پر خپل حال پرېښودل شوي اوياسيمي طالبانو ته خوشي شوي دي . دملگروملتو سازمان استازي ((تون گينيگس)) په ډاگه اعلان وکړ : ددې لپاره چې دناکامۍ نه مو نجات موندلۍ وي زياتو پوځي قواو ته اړتيا شته . داټول ح وادث دهغو خبرو اساسي برخه جوړوي کوم چې په ريگاکښي به دناټو دکنفرانس په غونډه کي ورباندي تودي خبري وشي . واشنگتن چې خپل لس زره کسيز پوځ يې دناټو دپوځ سره چې دسربازانو او افسرانو شمير يې ((۳۱)) زروته رسېږي يوځاي کړ ل ،غواړې په افغانستان کښي خپل پوځی عمليات کم کړي . امريکا غواړي دخپلو ملگرو پوځي ډلگئ چي په نسبتأ ارامو سيمو کښي اوسي دافغانستان په جنوبي او شرقي سيمو کښي دطالبانو او القاعدي سره جگړي ته وهڅوي . داچي يو شمير هيوادونه علاقه نلري په جگړه کې راښکېل شي ددې بلامل گرځېدلۍ چې دناټو او ايساف قواوي پر دو دلو ووېشي ،دا پداسي حال کښي ده چې ديو شمير هيوادو پوځيان په ډيرو خطرناکو سيمو دبېلگې په توگه کندهار کښي جنگېږې اوتلفات ورکوي ، خو نور بيا په ارامو سيمو کښي داوربشو اوبه (بير Bir ) څښي ،پدې ډله کې دالمان سربازان چې شمير يې ((۲۹۰۰)) تنو ته رسېږې چې دپوځي شمير له مخې دريم هيواد گڼل کيږي تر زيات فشار لاندي راغلۍ حتا تر دي ب� �ېده (سرحده ) کله چې دکاناډا د((کييو بيک)) په ښار کښي دناټودپارلمان (استازو) غونډه جوړه شوه ، پدغو غونډو کښي دامريکا ،کاناډا ،بريتانيا او هالنډ استازو په خپلو خبرو کښي په غير مستقيمه توگه دکاناډا د(( ۱۲)) تنو س� �بازانو دوژلو پړه پر المان اچوله او څرگنده ول يې چې الماني پوځيانود جنوبې سيمو په جگړه کې زموږ سره ديوځاي دبرخي اخيستلونه ډډه وکړل . دناټو لوي قوماندان ((جيمزجانز)) دافغانستان په شمال کښي دالماني پوځ دمسوليت دساحې دکنترول او کتني په وخت کښي په آمرانه لهجه اعلان کړه :( موږ ډير زيات غواړو ا� �مانيان په جنوب کښي ولرو)) . پرون ورځ ((په اغلب گمان دنومبر په ۲۴ ژباړونکی)) دپنتاگون يوه جگپوړي چارواکي چې نوم يې پټ ساتل شوۍ د((فرانکفورتر الگيمايني زونتانتسايتونگ )) دورځپاڼي سره په مرکه کښي دام� �يکا له فدرال حکومت نه وغوښتل چې يو گام مخ په وړاندي اوچت کړي تر څودهغه په پايله کښي کله چې دناټودقواو قوم اندان سهار له المانيانو څخه ديوه کنډک غوښتنه وکړي اوماښام دافغانستان په جنوب کښي هغه کنډک په خپل واک کي ولري . دبروکسل نه درارسېدلو معلوماتو پر اساس په ناټو کښي يو شمير داسي استدلال کوي،تر کوم ه ځايه چې دالمان صدراعظمه انجيلامير کيل داوقيانوس اطلس سره ((هدف يې امريکا اوکاناداده)) تر خپل پخوانی سيال زياته دښو مناسباتو غوښتونکې ده ،پدي اساس به د((ريگا)) په غونډه کښي ددې امکان زيات وي چې بوندسفير (پارلم ان) به دافغانستان د جنوبي سيمو په جگړو کښي دالمان دگډون په هکله موافقه وکړي ،هغوي وايي پسله دي چي پر ا� �مان بريالي شو ،بله کومه ستونځه نشته په اسانۍ سره کولاي شوهغه نورهم چې داوربشو اوبه څښي دالمان څخه پيروۍ ته مجبور کړو. تر اوسه المان مقاومت کوي دالمان صدراعظمه انجيلامير کيل په ډاگه وايي، دالمان پارلمان دپخوا پشان بايد دافغانستان دشمالي ولاياتوامنيت ساتلوته پاملرنه وکړي . دخلکو دنظر غوښتنو په پايله کښي معلومه شوېده چي (( ۸۲)) په سلو کې المانيان نه غواړي چې ددوي پوځيان په جگړه ايزو عملياتو کښي برخه واخلي . دهمدغو مسايلو پر اساس به په ريگا کښي دناټو دمشرانو غونډه دالمان لپاره يوه جدي سياسي ازموينه وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار په محبس بريد،نوی غبرگون", "output": "د کندهار په محبس بريد،نوی غبرگون ليکوا� �:محمدعمر سرتيرزموږ د پښتني او افغاني ټولني په چوكاټ كي دلته په افغانستان كي د اسلام د مبين دين له خپرېدو سره د عوامو او دې ساده ولس له لوري طالب او ملا ډلي ته يو خاص درناوى او احترام موجود دئ او د پېړيو په اوږدو كي طالب او ملا د اسلام ټېكه دار او د خداى او رسول يوازينى پېژندوى او استازى بلل سوى دئ او زموږ ساده وګړي خو آن د ملا او طالب هره خبره د قرآن تورى ګڼي، چي له بده مرغه له دغه فرصت خخه په استفادې سره دغه طالب قشر بېلابې� �ي ناروا او روا ګټي پورته كړي دي. په تاريخي لحاظ له افغانانو سره چي كومي جفاوي سوي دي، نو اكثريت يې د پير او ملا له لوري په مذهبي جامه كي د دغو اسكېرلو افغانانو ويني څښل سوي دي، چي له بده مرغه دا ټولي ناخوالي موږ او ملا ته له پرديو څخه را پېښي دي او دا ځكه چي موږ خپل درك او تحليل نه لرو او د ړنډو په شاني په پرديو پسې په پټو سترګو روان يو. څو ورځي مخكي د طالبانو له لوري د كندهار لوى محبس مات كړه سو او په سوونو بنديان يې ايله كړل، چي په دغه ډله كي هم سياسي بنديان وو او هم جنايي هغه، جي د جنايي بنديانو په خوشي كېدو سره ډېرى افغانانو تاسف وكړ او طالبان يې په دې ګرم وبلل چي ګواكي په سوونو غله او قاتلين يې بيا په لوى لاس پر كندهار ور خوشي كړل. دا چي لوى محبس د څه لپاره مات سو، دا څرګنده خبره ده چي طالبانو د خپلو زنداني ملګرو لپاره دغسي كار وكړ، خو دا چي جنايي بنديان يې ايله كړي دي، حتى هغه كسان چي نه يې غوښتل له محبس څخه ووزي، هغه يې تهديد كړي او وهلي دي، ځكه چي طالبانو غوښتل چي په دې كار سره دولت ډېر كمزورى او دولتي اداره بدنامه كړي، چي په دغه هدف كي بريالي هم سول. د ځينو بنديانو مستندي او سترګو ليدلي پېښي او خبري دي چي كله چي طالبانو د جنايي محبس بنديانو ته وويل چي ټول ووزئ، نو په دغو بنديانو كي هغه كسان چي د عمرونو قيد او يا د بېحسابه كلونو قيد پر را وتلى و،نو په ډېري خوشحالۍ سره دې ته اماده سول چي زر تر ژره له محبسه وتښتي،خو هغه بنديان جي د يو څو ورځو يا يو څو مياشتو لپاره قيديان وو، هغه ځكه نه تښتېدل چي په دې كار سره يې لا قانوني جرم ډېرېدى او دوسيه يې درنېدله او يا به يې نو د ابد لپاره له خپل كور او مېني خخه فرار كاوه، ځكه يې نو دې ته ترجېح وركړه چي په محبس كي پاته سي، خو طالبانو آن دغه بنديان په مرګ ګواښلي وو چي بايد ژر تر ژره زندان پرېږدي، خو له بده مرغه د طالبانو د يوه وياند قاري يوسف احمدي؟؟؟ له خولې نن خبرېږو چي په ډېره حق په جانب څېره دا وايي چي موږ جنايي بنديان نه دي خوشي كړي، بلكي هغه خپله وتلي دي، په داسي حال كي ځيني بنديان دا په ډاګه وايي چي موږ يې په زوره مجبور كړو چي بايد زندان پرېږدو. د دغي خبري د پخلي لپاره زه دا ويلاى سم چي د دغه محبس څخه شلو بنديانو خپل ځانونه امنيتي مسئو� �ينو ته سپارلي دي او دوولس كسانو په ټيلفون كي ژمنه كړې ده چي بيرته به ځانونه محبس ته وسپاري او دا هغه خبري دي چي د كندهار امنيه قوماندان او اړوندي ادارې يې كوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ننګرهار كې په يوه جومات بريد وشو", "output": "د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ د اخند په كلې كې تېره شپه ناوخته په يوه جومات په داسې حال كې وسله وال بريد شوى چې لمونځ كونكې د تراوېح د لمانځه په ادا كو� �و بوخت وو. د روداتو ولسوالې پوليس وايې په دې بريد كې ۸ تنه لمونځ كونكې ژوبل شوي دي. پوليسو همدا راز ومن� �ه چې دوه تنه شكمن كسان يې د بريد په تور له همدي سيمې نيولي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ددوستم په اړه د لوی څارنوالۍ پرېکړه پرځای ده", "output": "لکه څنګه چې نه يوازې ټول هېوادوال، بلکې ټوله نړۍ خبره ده چې جنرال دوستم د نشې په حال کې د ترکمن تبار مشر اکبربای پر کور په زور ورننوتی. ساتونکي او کورنۍ يې ورته وهلې او نوموړی يې له ځان سره د يرغمل په توګه وړی. دا او داسې نور يو ډول هغه کارونه دي چې نه يوازې د اسلامي اصولو او مقرراتو سره اړخ نه لګوي، بلکې د بشري قوانينو سره هم هېڅ اړخ نه لګوي او دا خو د نړيوالې ټولنې د مبازې د يو لړ مهمو اوليتونو څخه ده. د طالبانو په وخت کې يې خو همدا شعار وو چې موږ به بېعدالتۍ ختموو او د بشري او جنګي جنايتونو مجرمان به عدالت ته راکشوو. زما په اند دوستم په دې اړه ښه پوه دی او حاجت پکې ناپوهۍ ته نشته چې دعوه وکړي چې زه خبر نه يم. د ده سره په دې جرم کې نور دوه تنه وکيلان او د کنګرې ډْلې مشر پدرام هم شامل او ملاتړی يې دی. دوستم بايد دا درک کړی وای چی که له نوموړي سره يې هره دعوه او دنګله درلودای، نو کولای شول چې محکمې ته يې د نوموړي په اړه شکايت کړی وای، نه دا چې په نيمه شپه کې ته د يو چا پر کور د پنځوسو کسانو سره يرغل وروړه. ولې عدليه، قضائيه، دولت – حکومت او نور عدلي مراجع لږ ول؟ نوموړی چې اوس د جرګې خبره کوي، ولې ده مخکې دا کار د جرګې له لارې نه کولو؟ ده کولای شول چې يو دوه تنه جرګه ماران يې ورلېږلی وای چې موږ دوستم رالېږلي يو او له تا سره يې داسې يوه معامله ده که حل کول يې غواړئ، نو دا کار به د جرګې له لارې حل وفصل کړو.بله دا چې که ده چېرته خپل ځان په څارنوالۍ او عدليه مقام باندې لوړ احساسولو، نو اول خو قانوناً يې داسې ح ق نه درلود ځکه چې دا مراجع د همدې لپاره جوړ شويدي چې د خلکو عرايضو او شکايتونو ته غوږ ونيسي. که بيا چيرته دوی د نوموړي پر خبره غوږ نه وای ګرولی، نو بيا يې ولسمشر ته کولای شول چې ورته يې ويلی وای، نو ده خو دا ټول تر پښو لاندې کړي دي. دا پوښتنه دلته له ده څخه په کار ده چې تاسو ولې د داسې امکاناتو په شتون کې په خپل سر هغه هم په نيمه شپه کې بيا هم په ډله ييزه توګه يرغل وروړی دی. که د ده له نوموړي سره کومه حقوقي دعوه لرله، نو ده کولای � �ول چې د ورځې يې دا کار کړی وای. ده څه مجبوريت لرلو چې د يو کس پر کور د نظامي يرغل په توګه هجوم وروړي. پوښتنه دلته دا ده که نوموړی د دولت پر وړاندې مجرم وای، نو دولت خو پوليسي، څارنوالي، محاکم او قضايي عد� �يه مراجع درلودل. څارنوالۍ کولای شول چې نوموړی يې ستاسو غوندې راجلب کړی وای او پرې لګېدلي تورنه او اتهامات يې ورته اورولی وای. که بيا چېرته هغه سرغړونه کولای لکه ستاسو په شان، نو بيا به يې قانوني اجراآت د هغه پر وړاندې کړی وای. که چېرته د هغه راجلبول او راحاضرول لکه ستا پر شان سخت وای، او د دې ضرورت ليدل کېدی چې د نوم وړي په نيول کيدو کې له تاسو څخه مرسته غوښتل شوی وای او وظيفه درکړل شوی وای، نو بيا ستاسو همکاري او ورتګ پ� �ځای وو. اوس خو تاسو د نوموړي کور ته په څه نيت ورغلي ياست او ولې؟ بله دا چې تاسو استدلال کوئ چې لويه څا� �نوالي د خپل صلاحيت له چوکاټ څخه بهر پښه ږدي. اوس دا راته ووايه چې پښه تاسو اېښې او که لوی څارنوالۍ؟ تاسو بايد په دې پوه شئ چې هروخت د اوقاتو کې چې هرڅوک په شخصي حقوقو کې يا په بل عبارت په عامه خدماتو کې د يو جرم م� �تکب شي، او دعوه يې څارنوالۍ او يا عدليه محکمې ته ولاړه شي، نو څارنوالي او عدليه مرجع دا حق لري چې د اتهام په صورت کې پر تاسو او يا هرچا باندې چې وشي هغه دعوه او يا تور تاسو ته ووايی. بيا تاسو ته د ځواب لپاره يا له ځان څخه د وارد شويو تورونو د دفاع حق درکړل شي. تاسو خو اصلاَ هغه ابتدايي مرحلې ته هم نه حاضرېږئ، نو لوی څا� �نوال د قانون په چوکاټ کې دا حق لري چې لومړی تاسو ته څارنوالۍ ته د راحاضرېدو لپاره خبر درکړي. که بيا چېرته تاسو حاضر نه شوې او يا نه حاضرېږئ، نو بيا قانون هغه ته ستاسو په اړه د تعليق حکم کوي که بيا هم ځان د يو لوی د� �ستيز په حيث درته غټ معلومېږي چې زه څنګه اوس د څارنوال په حکم څارنوالۍ ته حاضر شم، نو بيا قانون د توقيف حکم کوي. دا د قانون صلاحيت، ايجاب او غوښتنه ده چې بايد پرځای شي. که تاسو له يوې خوا د دولت مامور ځان بولئ، نو څا� �نوال صاحب هم د دولت د عدليې مرجع يو مامور دی او هغه ته د اوسني دولت نافذه قانون دا صلاحيت ورکړی چې پر تاسو باندې د وارد شويو تورونو په اړه مو څارنوالۍ ته د استجاب لپاره راوغواړي. که بيا هم چيرته څارنوالي ستاسو په حاضرېدو کې پاتې وي او نه شي کولای، نو هغوی دا حق لري چې ولسمشر ته خپل راپور وړاندې کړي چې له هغه څخه نور په دولتي سطحه هېڅوک اوچت نشته او هغه يوازېنۍ مرجع ده چې بايد حق ورته وويل شي.بله دا چې اکبربای خو فعلاً دولت ته کوم داسې خطر نه وو چې نظم ودسپلين يې خراب کړی وای او يا يې جنګ ته ملا تړلی وای. هغه خو په درانه خوب ويده او تاسو پرې هجوم وروړی. دلته داسې يوه قرينه نشته چې تاسو ته د هغه د نيول کېدو ضرورت پېښ شي. که وای، نو اول خو دې کار د څارنوالۍ پورې اړه درلوده او هره مرجع ځانته پوليسي قوه لري چې هغوی بايد دا اجراآت وکړي. تراوسه خو کومه دوسيه د هغه له څارنوالۍ سره ثبت نه وه، که نور مخکيني جنګي مسايل وي، نو د نوموړي په شان په زرهاوو کسان لا همداسې بې پوښتنې پراته دي. خلک خو څه وړانده نه دي او نه د تا لپاره خپله غاړه بندولا شي. ظلم دې کړی، تعدی دې کړې او اوس لا پلمې او بهانې هم لټوې! او لا ګواښونه هم ګوې چې شمال به ټول سقوط وکړي.ستاسو وظيفه له دولت او خلکو څ خه دفاع ده، نه د خلکو تښتونه او يرغمل نيونه. نو چې تاسو د يو جنرال په توګه تراوسه له دولت او خلکو څخه د دفاع او د خلکو د تښتنونې او يرغمل نيونې ترمينځ فرق نه شئ کولای، نو بيا خو داسې معلومېږي چې تاسو اصلاً د دې دومره � �وی عهده وړ نه ياست او ولسمشر خو ويلي ول چې زه به کار اهل کار ته سپارم. نو دا خو د ولسمشر د وينا سره ضدونقيض کې واقع کې ده. څارنوال صاحب يوې مسالې ته ستاسو توجه غواړم هغه دا چې:تاسو من حيث يو مسلمان قانونپوه او د دولت د لوړې کچې مامور په توګه چې د دولت د نافذ اساسي قانون په مراعاتولو کې مسووليت لرئ. تاسو ته لومړی دا حق د قرآن وحديث په رڼا کې د شارع او بيا د دولت نافذ اساسي قانون دا حق درکړی چې له حقه به دفاع کوئ.د قانون ١٠٢ مه ماده تاسو ته دا حق درکړی چې تاسو خپل عندالله او عندالرسول مسووليت ترسره کړئ. بله دا چې منحيث يو مسلمان او مجاهد قانونپوه هېڅکله داسې شريرو ته تسليم نه شئ. دا خو صحيح ده چې دې لېوه خو پر نجيب الله څه صرفه کړې چې اوس به يې لا پر کرزي او يا د ده پر حکومت وکړي. آزموده را باز آزمودن خطا است.د داسې فاسقانو او خبيثانو پر غور وپش هېڅکله وارخطا نه شئ. الله جل جلاله د قانون په پلي کولو کې ستاسو تر شا دی. ګوره چې د مباهلې په واقعه کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره چې د عيسويانو د مشر پاپ له خوا يو فوق العاده کاروان هم راغلی وو او نبي ک� �يم صلی الله عليه وسلم ته يې داښووله چې دوی په څومره کش وپش کې دي. مګر نبي کريم صلی الله عليه وسلم پرې پروا هم رانه وړه او هېڅ ډول تجويز او پيشکش يې د دوی هم ونه مانه. بيا چې کله خبره مباهلې ته ورسېده، نو هغوی د روم امپ� �اتورۍ ته احوال راواستاوه چې څه وکړو؟ نو هغوی ورته په ځواب کې وويل چې: تاسو وګورئ که چېرته نبي کريم صلی الله عليه وسلم په کش وپش کې راغی، نو پوه شئ چې دا په حقه پېغمبر نه دی او هسې چل ول يې جوړ کړی. له مباهلې نه ورسره ونه ډارېږئ او ورسره ويې کړئ. مګر که چېرته ځان ته راغی له خپلې کورنۍ سره راغی، نو بيا ترې وډار شئ او مباهله ونه کړئ او ځان ترې بچ کړئ. همغه وو چې پېغمبر (ص) د حضرت علي کرم الله وجهه، بي بي فاطمة الزهراء او دواړو لمسيو حضرت ام ام حسن او امام حسين رضی الله عنهم سره يوځای راغی. کله چې دوی وليدل چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم يوازې له خپلې کورنۍ سره راغی، نو له مباهلې کولو څخه يې ډډه وکړه او د روغې جوړې تجويز يې وړاندې کړ او همداسې ورته ويل شوي ول که د هغه له خوا څه تجويز او پېشنهاد وو ورسره يې ومنئ، خو ګورئ چې مباهله ورسره ونه کړئ ځکه چې په دې سره به زموږ د ټولو بېخ او بنياد ووځي او مقابله له پېغمبر سره ګرانه ده. بيا همداسې وشول او خبره په خير سره تمامه � �وه.دا سرکوزی، اخبث الخبايث خو به اوس وايی چې شمال به ټول سقوط وکړي مګر زه ان شاءالله درته ويلی شم چې ستاسو د دې حق فيصلې په مقابل کې به يې ان شاءالله واڼۍ خويه او پښې به يې نورې ټينګې نه شي. او په دې ترتيب سره به ان شاءالله د شمال مظلوم مسلمانان که پښتانه دي، که هزاره دي، که تاجک دي، که ازبک دي، که ترکمن دي، که عرب دي او که نور، نو دا ټول به ترې الله تعالی خلاص کړي. دی اصلاً تراوسه پورې دېته روادار نه دی چې قانون ته غاړه کښېږدي، نو چې يو څوک پر قانون ملنډې وهي او قانون د ځان تابع کوي، نو بيا پکې جرګو او مرکو ته څه حاجت دی. هغه درګرده � �ګيا دی دولت ته اختار ورکوي چې که دولت او يا لوی څارنوال د ده د نيولو هڅې وکړي، نو ټول شمال په سقوط وکړي. تاسو من حيث يو حقوقپوه دا موضوع څنګه ارزيابي کوئ؟بله دا چې که خبره د جرګې او مرکې له ليارې حل شي، نو اول خو نوموړي دا هرڅه بېباکه ګڼل او اصلاً له نوموړي سره داسې يو تصور نه وو چې له ما به هم څوک پوښتنه او ګروېږنه وکړي؟ دا چاڼس نوموړي له لاسه ورکړی. بله دا چې که محکمه يې هم د يو جوړجاړي په صورت کې معاف کړي يعنې بري الذمه يې کړي، نو بيا هم اکبربای حق لري چې خپله دعوه وکړي. بله دا چې که احياناً اکبربای ورته بښنه د سپين روبو د م ينځګړيتوب په وسيله وکړي، نو عندالله خو مسوول دی. په هرصورت نوموړی د عندالله له مسووليته نه شي خلاصېدای. نو يو زور کمعقلتوب خو د نوموړي دا دی چې اصلاً حقوق الله او حقوق العباد ده ته کوم اهميت نه لري. که يې درلودای، نو داسې بېباکه عمل به يې نه کولو. او اوس د خپل ځان د برائت لپاره لا وايې چې دا د پرضد يوه توطيه ده. دا څنګه توطيه ده چې ته د پنځوسو بېباکانو او خپلسريو سره په نيمه شپه کې هغه هم د مرکز په زړه کې چې توکانې د وزيراکبرخان څخه د ارګ مينځته رسېږي د يو مسلمان د کور پر حريم وراوړې او له ځان سره يې برمته وړې. ته دا زور چا ته ښکاره کوې دولت او که نړيوالو ته؟لوی څارنوال صاحب زه به دلته يو دوه کيسې د پاچا د وخت درته ذکر کړم:يو وخت د کابل په تره خېلو کې د پاچا په وخت کې چې لا داؤدخان هم کودتا نه وه کړې د چرسيانو يوه غټه پنځوس کسيزه ډله وه چې دا نو � �ېر مشهور چرسيان ول. تاسو کولای شئ چې د تره خېلو له مولويصاحبانو او يا نورو تره خيلانو څخه هم پوښتنه وکړئ. وايې چې يوه شپه چې سپوږمۍ هم روښانه وه. دې چرسيانو د کابل له تره خېلو څخه راواچول چې ځو موږ له پاچا (ظاهرشاه) څخه پاچاهي نيسو. کيسه داسې وه چې کله دې چرسيانو د چرسو چلم ووهلو. او چلم خو هم چلم وو چې د پنځوسو کسانو لپاره يې ګنجايش لرلو. نو کله چې دوی يوه پره (دوره) ووهله او بله پره راتاوېده، نو پر يوه باندې د چرسو نشې تاثير وکړ او غږ يې کړ راځئ چې له ظاهرشاه څخه پاچاهي واخلو، څه لا ځنګېدل چې غږ شو چې بس صحيح ده ځئ چې ځو. د چرسو چلم پرځای پاتې شو او چرسيانو د کابل له تره خېلو څخه راواچول. څوک سرتور، څوک پښې ابله، څوک کميس ايست� �ي او څوک واسکټ ايستلي چې واسکټونه او کميسيونه يې هلته په تره خېلو کې په ونو او کټونو کې پاتې شول او دوی ټوله شپه مزل وکړ او چېغې يې وهلې چې ځو، مه پرېږدئ، په ولاکه خلاص شي ځئ چې پاچاهي ترې واخلو.خير شپه سبا شوه او دوی تر چمن حضوري پورې راورسېدل. په دې وخت کې د سهار رڼا کاملاً خپره شوې وه چې د کوم يو اعصابو به کار کړی وو او په هوش شوی وو چې ګوري پښې ابله او سرتور د چمن حضوري په ساحه کې دی او نور خو مخکې روان دي او خپل زور غږوي. دا هم په تقديري ډول چې کله کوم ترافيک شپېلک وهلی، نو سړی په هوش شوی چې ګورې موټر ښکته او پورته ځي. خلک سهار وختي خپ� �و کارونو ته روان دي. د چايو او شېدو دوکانونه خلاص دي، نو فوراً يې نورو ملګرو ته ورغږ کړ چې راځئ راستانه شئ! نن ناوخته دی، ټول خلک وېښ دي، اوس خو به د پاچا عسکر هم په پيره ولاړ وي، نو راځئ چې نن ورځ بيرته ستانه شو او سبا ته بيا راشو. خو منډې منډې چې د خپلې ډلې سر ته يې ځان ورسولو او په يو شواخون يې خپل ملګري راستانه کړل او � �ناعت يې ورکړي چې نن دا کار نه کېږي او ناوخته دی.نو چې کله دوی راوګرځېدل، نو ورو ورو يو يو پرځان پوهېږي چې څوک لوڅ لغړ، سرتور او پښې ابلي چې څپلې يې هم نه وې راپښو ته کړي او همداسې يې رااچولي ول. دا خو لا څه کوې چې ورو ورو يو يو اوس د ستړتيا احساس کوي، نو د ټولې ډلې سره د قسم لپاره په جيب کې يو پنځوس پولی هم نه وو چې ځانته يې پرې يوه پياله چای اخېستی وای. له کرايه خو بې له هغې خلاص ول. نو بيرته ځوړند سرونه تره خېلو ته ستړي ستومانه راغلل. م وټر او جيپان به چې په لاره تلل، نو د ټولو به سودا وه چې دا چرسيان کومې خوا ته تللي ول؟خير دا خبره خپره شوه او ان تر پاچا پورې هم ورسېده. بيا پاچا راوغوښتل او ترې پوښتنه يې وکړه چې ښه بچيانو تاسې د دې لپاره راغلي واست چې له ما نه پاچاهي واخلئ. هغوی ټولو ورته وويل چې هو. موږ نه پوهېدو او نشه شوي وو. بيا پاچا يې پر سر لاس راښکود چې ځئ بچيانو بيا داسې کار مه کوئ. همغه وو چې پاچا ورته بيا پنځه پنځه سوه روپۍ د تخفې په ډول او بيا يې ورته څه م ياشتېنی جيب خرڅ د دوی د چرسو لپاره هم مقرر کړ چې ورته به ورکول کېده. والله اعلم *** *** ***بله کيسه چې هغه هم په تره خېلو کې شوې وه او هغه دا چې يوه شپه دې چرسيانو چرس وڅکل، نو چې کله نشه پرې وخته، نو يو غږ کړ راځئ چې يوه باغچه جوړه کړو. ټولو په اتفاق ومنله چې بس صحيح ده باغچه به جوړه کړو. د باغچې د جوړولو کار په خپلو مينځو کې تقسيم او شروع شو. يو وويل چې زه به ورته د زردالو ونې راوړم. بل وويل چې زه به ورته الوکاټ راوړم، بل الوچې، چا بادام، چا مڼې چا د انګورو او چا د ګلابو کار په غاړه واخېست چې زه به ورته ګلاب راوړم، چا يو څه او چا بل څه. يو وويل چې زه به يې تاداوونه وکاږم. بل وويل چې زه به يې تاداوونه ډک کړم. چا يې د خټو کار په غاړه واخېست او چا يې د اوبو کولو او چا يې د ساتنې کار په غاړه واخېست. په دې کې يو وويل چې : مړه د ف� �اني ايل (ځامن) به راځي او بيا به زموږ د باغچې ګلان شکوي. نو بل پکې راغږ کړ چې دا خو سخته خبره نه ده وربه شو او ورته به ووايو چې دا ځامن دې درمنعه کړه چې زموږ د باغچې ګلان شکوي.نو غږ شو ځئ چې ورشو، نو ټول په يو اتفاق � �اپاڅېدل او د هغه کس کور ته ولاړل چې دوی ترې شکايت درلود. دا نو اوس نيمه شپه ده. ټول خلک په درانه خوب وېده دي چې دا دی د پنځوسو کسانو ډله يې کور ته راورسېده، نو دروازه يې ورووهله. د کور خاوند چې راوېښ شو او دروازه يې خ� �اصه کړه. ګوري چې لويه ډله چرسيان يې د کور مخې ته راټول او وايی چې ستا ځامنو زموږ د باغچې ګلان شکولي. ته دې ځان منعه کړه چې بيا رانه شي او زموږ د باغچې ګلان ونه شکوي.سړی بيرته کور ته راننوت او پر خپلو ځامنو يې راباندې کړه چې تاسو ګلان ولې شکولي دي؟ هغوی په درانه خوب وېده او يو ناڅاپه د پلار د کوتک لاندې راغلل چې ډېر ناترسه يې ووهل. ځامن يې ورته وايی چې په خدای موږ نه دي شکولي، خو پلار کله باوروي. مور خو همېشه پر اولاد زيره وي، نو د ځامنو پر سر د مېړه پورې کلکه نښتې وه چې وه سړيه خدای دې ووهه چې تا خو زما ځامن مړه کړل. ای کرکه او زاوال دې وشه. پلار پر ځامنو لګيا دی وهي يی او ښځې پر خاوند خپړې اچولي او د چرسيانو پنځوس کسيزه ډله ورته د باندې ولاړه ده.اخر چې ځامن يې له آده باده وغورځول، او دا هم ښه ستړی شو، نو د ځامنو او ښځې خبرې ته غوږ شو چې دوی خو هم صحيح وايی چې ته لاړ شه او ترې پوښتنه وکړه چې موږ کله ستاسو د باغچې کلان شکولي دي؟ او ستاسو باغچه چېرته ده؟ نو دوی ورته وايې چې نه موږ خو لا باغچه جوړه کړې نه ده، خو جوړوو يې هغه هم د چرسيانو په خيال او تصور کې. نو سړي ورته وويل چې خداي مو خانه تباه کړه. تاسو خو لا باغچه جوړه کړې نه ده او پر ما مو ځامن مړه کړل او دومره سخت مې ووهل چې له آده باده مې وغورځول. ځئ ورک شئ! خدای مو کور وران کړه، تباه شئ چې هسې بېځايه مو ځامن راباندې ووهل. نو بيرته شنه ډله راروانه شوه او د خپل چلم ځای ته بيرته راغلل شپه تيری سبا وه. والله اعلمنو اوس راځم دېته هغه چې چرسيان ول او نشه هم ول، مګر د يو چا د کور د حريم او د عزت خيال يې وساته. ورته راغلل او دروازه يې ورته ټک ټک کړه، مګر پرې وروانه وښتل. مګر د دې شرابي عمل ته ګوره چې نه يوازې دا چې د اکبربای د کور د حريم او د عزت خيال يې نه دی ساتلی، بلکې په زور او جبر پرې ورننوتی، وهلی او ټکولی يې دی. د ده څوکيداران يې ورته وهلي او سياسرو ته يې هم ګواښ کړی. نو داسې يو خبيث چې سړی پخپله ښځه اړ نه وي، نو هغه به د بل چا د حيا او د عزت څه خيال وساتي. بيا لا په زوره يو څوک له ځان سره د احتطاف په شکل وړل او بونګه کول دا نو ډېر فرعوني ظلم دی.لوی څارنوال صاحب تاسو ته ماشاءالله چې د يو پوه او مجرب حقوقپوه په حيث دا ثابته ده او لا به ثابته شوي وي چې نوموړی يو ډېر بېباکه، سپک ورت او بې حيثيته انسان دی. اصلاً دا له پخوا ان د نجيب له وخته په دې مردارو کې ډوب دی او په جنياياتو کې ککړ انسان دی. ده داسې يو شکل غوره کړی لکه يو معتاد شرابي چې هغه يې نو په هېڅ شان له څښلو څخه نه ګرځي، نو نوموړی هم په دې بشري او جنګي جرمونو او جناياتو کې داسې يو ککړ دی چې داسې معاملې ونه کړي، نو ارام او سکون يې نه کېږي.هسې يوه پوښتنه د دې شمالي ټلوالې او د متحدې جبهې څخه کېږي چې که چېرې سبا ستاسو په کور درودانګي، نو ستاسو به څه حال وي؟ زه باور لرم که تاسو خپله بېغيرته ياست، مګر ستاسو مېرمنې به انشاءالله دومره بېغيرته نه وي. خير دی که سنګچارکی يا نيمچارکۍ او يا نيمخوردی دې دا ګواښنه کوي چې د دوستم په نيونه به ټول شمال سقوط وکړي، مګر ان � �اءالله چې ټول شمال به ترې خلاص شي. د ده د ناروا ملاتړ او ګواښنو څخه دا جوتېږي چې د حيا، غيرت، انسانيت، اس� �اميت او افغانيت او د بشريت له ټولو اصولو او پرنسيپونو څخه خلاص دی. د کور څوکۍ دې کلکه کوه داسې نه چې سبا په تا درمنډه نه کړي او برمته دې نه کړي، نو بيا به دې ترې دولت په کومه پلمه راخلاصوي؟دی خو د خلکو په سرنګون کولو کې هم ښه وارد انسان دی. دولت بايد داسې کسان همېشه تر نظارت لاندې ساتلی، نه دا چې دومره لويه عهده يې و� �کړې. له دې داسې ثابتېږي چې نن يې په نوموړي صرفه ونه کړه سبا ته به پر کرزي او نورو باندې به څه اړي وکړي؟ د قانون او اصولو له مخې چې نوموړی دولتي وظيفې ته ورګډ شوی، نو بيا ولی تراوسه د دومره خپلسريو او بېباکو ملېشو سره پاتې دی؟ دی بايد په دې پوه شي چې نافذ اساسي قانون دی محکمې ته راغواړي نه څارنوال صاحب، بلکې هرهغه څوک چې ملاتړ يې کوي تر پوښتنې لاندې ونيول شي. نو زه ان شاءالله درته په زغرده ويلی شم چې تاسو له خپلې فيصلې څخه پر شا نه � �ئ. دا ستاسو شخصي غوښتنه نه ده، بلکې د اساسي قانون غوښتنه ده او قانون تاسو ته دا حق درکړی چې بايد محکمې ته د خپل ځان د برائت لپاره حاضر شي. که دولت او نور په دې کې له تسامخ نه کار اخلي، نو بيا دې هغه ټول بنديان هم خوشې کړي چې ورسره دي او امريکايان هم دا حق نه لري چې بيا څوک د ترورېست او يا ترهګر په نامه ونيسي. قانون قانون دی بايد د هر چا لپاره يو شان وي. لوی څارنوال صاحب ان شاءالله چې الله تعالی به تاسو ته خفاظت درکو. او د دې وخت رارسېدلی چې بايد نور دغه فرعون د وخت محاسبې او محکمې ته راکش او په ګونډو شي او دا بايد ورته ثابته شي چې قانون قانون دی او بېحرمتي کوونکی، نه منونکی او سرغړوونکی به يې له مجازات سره مخامخ کېږي. دوی اوس د کمره پر سر و� �اړ دي او يوه ديکه ورکول په کار دي. ان شاءالله العظيم چې په شمال کې به دومره هېڅ هم پېښ نه شي لکه څومره چې دوی يې باټې وهي. پر خلکو به رڼا ورځ راشي او د دې فرعون له ظلم څخه به په امان شي. په والله چې خلک خو درته په سرتورې دوعا وکړي. که بيا هم د جرګو او مرکو له ليارې دا موضوع هم حل شي او محکمه يې هم بري الذمه کړي، نو بيا هم عندالله او عندالرسول خو ماخوذ دی او دا بښنه به په عندالله او عندالرسول يا په بل عبارت په حقوق الله باندې هېڅ ډول تاثير پرې نه باسي. ولو که نوموړی د مدعي او څارنوالۍ له خوا هم وبښل شي، نو عندالله خو مجرم دی ځکه چې نوموړي خو د يو مسلمان پر حريم او عزت باندې مستقيماً تيری کړی. که منحيث بري هم شي، نو بيا هم لويه محکمه يا � �ويه څارنوالي د حقوق الله د مراعات او ساتنې په منظور هم دولت او مشرتابه مکلفيت لري چې نوموړی بايد د حقوق ا� �له په مساله کې وپوښتل شي او خپله سزا وويني چې بيا بل څوک د قانون څخه سرغړونه ونه کړي.تاسو ته خو د عمر بن هشام د ابوجهل کيسه په ياد ده چې هغه به له چا څخه پيسې د قرض حسنه په ډول واخېستې. بيا به چې کله پور ورکوونکي ترې غوښتنه وکړه، نو په خپل مال او پيسو به يې وواهه او په غوښتنه به يې يښېمانه کړ او ترې به منکر شو چې ما ته دې پيسې کله راکړيدي. پايلوچان به ورسره ول که چا به ځان وخوځولو، نو سم له واره به يې واهه.وايی چې يوه ورځ ابوجهل ته يو کس راغی او د خپل پور غوښتنه يې ترې وکړه، نو هغه ترې منکر شو چې ما ته دې کله پيسې راکړې دي؟ زه ورک شه چې ودې نه ګورم او خپله لاره وهه چې بيا په دې طرف رانه شې. نو هغه کس ډېر نااميده او خپه شو، چې اوس به له دې ظالم څخه څنګه پيسې ترلاسه کړم. نو خپه دلګيره بيرته راستون شو، نو يو چا ترې پوښتنه وکړه چې ولې څنګه خفه معلومېږي، نو هغه و� �ته خپله کيسه تېره کړه. بيا هغه ورته وويل چې زه به يو څوک دروښيم يعنې محمد صلی الله عليه وسلم يې وروښوده چې هغه به له تا سره مرسته وکړي. هغه ترې درته پيسې اخېستی شي او بل څوک نه. کله چې هغه سړی راغی، نو ګوري چې نبي کريم (ص) په مسجد کې لمونځ کوي. نو د سړي زړه نه منله چې دا به څنګه له هغه څخه پيسې واخلي. هغه ظالم وګوره چې څومره ډله ورسره ده او له ده سره خو هېڅوک نشته، نو دا به ترې څنګه پيسې واخلي. زړه يې نه باوروله چې دا کار به وشي. خير کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه څخه خلاص شو او سلام يې وګرځولو. نو له هغه څخه يې پوښتنه وکړه چې څه خب� �ه ده؟ نو هغه ورته خپله کيسه تېره کړه چې ابوجهل له ما څخه پيسې اخېستي او اوس يې نه راکوي. نو يو چا راته تاسو وښوولې چې تاسو يې ترې اخېستی شئ او بل څوک نه. نو هغه مبارک ورته وويل چې هو! راځه او بس دواړه روان شول. اګر چې د هغه باور او يقين نه راته چې دا کار به وشي او دا به ترې پيسې راته ترې واخيسی شي. کله چې د ابوجهل کور ته ورسېدل، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ابوجهل د کور دروازه ټک ټک کړه او ابوجهل چې راووته، نو نبي کريم صلی الله ع� �يه وسلم ورته وويل چې د دې سړي پيسې ورکړه. نو ابوجهل په تلوار ولاړ او پوره پيسې يې هغه ته راوړې او ورته يې و� �کړې. نبي کريم صلی الله عليه وسلم له سړي څخه پوښتنه وکړه چې ته وګوره پيسې دې پوره دي هغه وويل چې هو!هغه سړی وايی چې ما له ابوجهل نه پوښتنه وکړه او ورته مې وويل چې ته خو تراوسه زما په پيسو منکر وې او اوس دې ولې پوره پيسې راته راوړې. څه وجه ده چې ته اوس قانع شوې؟ نو هغه ورته وويل چې د دې سړي يعنې پېغمبر (ص) شا ته دوه زمريان ولاړ ول او خولې يې ما ته وازې کړې وې او نژدې ول چې ما وخوري. نو زه ووېرېدم او په منډه ولاړم او ستا امانت مې درته راوړم. تا نه ليدل او ما ليدل او زه له هغوی نه ډېر وډار شوم او له هيبته مې منډه کړه چې ژر پيسې راوړم داسې نه چې ومې نه خوري.نو څارنوال صاحب الله د حق او د نېکوکارو ملګری، حافظ او مددګار دی. له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره يې هلته د هغه ظالم په باره کې مرسته وکړه او مظلوم ته يې ترې خپل حق واخېست. ان شاءالله چې له تاسو سره به هم په دې واقعه کې مرسته وکړي او تاسو به يوازې پرېنږدي. تاسو منحيث يو بادرده او بادرکه حقوقپوه او څارنوال د دې ظالم په باره کې د دوی د پرړو څخه ونه ويرېږئ. د دوی پښې ښويه شوي دي او نور به يې الله تعالی نه ټينګوي. خو يو قوي عزم او تصميم غواړي چې په پوره شهامت او ايماندارۍ سره يې د عدالت منګولو ته راکش کړئ. ده ته د الهي غضب څپېړه ور� �سېدلې ده او انشاءالله چې د تکبر او د غفلت له خوبه به يې راوېښ کړي. خو له يو شي وېرېږم هغه دا چې داسې نه چې حضرت صاحب يې دا وار له حضرت عمر صاحب سره تشبيه نه کړي. العياذ بالله ځکه چې يو وار ته يې خو د خالد بن وليد سره تشبيه کړی وو او د خالد بن وليد لقب يې ورکړی وو که خدای انصاف روزي کړي.نو ستاسو برياليتوب په دې لاره کې له لوی خدای رب العزت څخه د تل لپاره غواړم.الله دې مل او مددګار اوسه! اکسفورد، انګليستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزي د مارشال فهیم ننګه وکړه", "output": "ميرويس جلالزی افغان ولسمشر حامد کرزي � �اتلونکو ټاکنو لپاره د لومړي مرستیال په توګه د مارشال فهیم قسیم د نوماندۍ ملاتړ کړی او وایې چې تر بهرني فشار لاندي به نه راځي او د مجاهدینو درناوی به کوي.حامد کرزي دغه څرګندوني تیره شپه د ناټو تړون له عمومي م نشي یاپ دیهوپ شیفر سره د یوې ګډي خبري غونډي پر مهال وکړې. ښاغلي کرزي سره د ناټو عمومي منشي یاپ د یهوپ شیفر په عادلانه ټاکنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دوي به د امنیت لپاره ډیرکار کوي. شیفر به نن له ډاکټرعبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره هم په کابل سرینا هوټل کی وګوري..په دغه ګډ خبري کنفرانس کې کرزي سیاسي � �ګر ته د مجاهدینود بیا وردانګلو خوښي وښوده او دا یې خپله یوه هیله په ګوتو کړه. کرزی وویل: ما مارشال فهیم د خپل هیواد د ګټو، یووالي او غښتلتی تیا لپاره غوره کړی، مونږ هغو کسانو ته احترام لرو چې دغه هیواد ته یې څه ورکړي خو ځیني تیروتني هم شوي چې مونږ پرې خواشیني یو.د افغانستان په نوي سیاسي نظام کې د م جاهدینو کم رنګه رول هغه مسله وه چې د مجاهدینو پر وینا د دوي د لسیزو مجاهدت یې په هیڅ شمیرلی وو او همدغو م جاهدینو په وار وار په کرزي او د هغه په بهرنیو ملګرو تور لګولی وو چې غواړي په خپل دې کار سره مجاهدین د افغانستان له سیاسي ډګر څخه وباسي..حامد کرزي د هغې پوښتني په ځواب کې چې د وحدت مردم افغانستان ګوند له مشر محمد محقق سره یې په خپل راتلونکي احتمالي دولت کې د پينځو وزارتونو او په ولایتونو باندي د دوو ولسوا� �یو د بدلیدو ژمنه کړي وویل: د محقق صایب په اړه باید ووایم چې افغانستان داسي یو هیواد دی چې ټول افغانان باید پکې ځان ته ځای پیدا کړي او دغه هیواد چې د دیرش کلنو جګړو له امله سخت خراب شوی وو اوس ملي مشارکت ته اړتیا لري چې او ما د خپل ماموریت له پیل راهیسي ملي مشارکت ته کار کړی او دا زما یوه لویه لاس ته راوړنه ده او که چیرته افغانان بیا هم ماته رایه راکړي او ما د خپل ولسمشر په توګه وټاکي نو زما تګلاره به همدا وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پکتیا او پکتیکا کې خبریالانو ته کاري موکه", "output": "له کابل څخه خپریدونکي لمر او طلوع خصوصي ټلویزیوني چینلونه په پکتیا، پکتیکا او فاریاب ولایتونو کې یو شمیر خبریالانو ته اړتیا ل� �ي.هغه کسان چې د ژورنالیزم فاکولته یې ویلي وي او یا یې هم د خبریالۍ په برخه کې کاري تجربه ولريکولای شي چې په لاندې پته خپلې پیژندپاڼي را واستوي.د انګریزۍ ژبي باندي څه نا څه پوهیدل شرط دي.د ایمیل پتې:jobs@afghanjobserch.comjobs@afghanjobsserch.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ملابرادراخند او ملاعمر تر منځ د شدیدو اختلافاتو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړ شو", "output": "میرویس جلالزی د طالبانو د مشر ملا محمد عمر او د دوهم نمبر طالب قوماندان ملا برادر اخند تر منځ د شدیدو خپل منیځو اختلافاتو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړ شو. دغه خبر د افغانستان د ملي امنیت شورا یوه غړي ابراهیم په یوه خبري غونډه کې ورکړ. نوموړي وویل چې د دوي د پټو اطلاعاتو پر اساس د ملا عمر او ملا برادر تر منځ د تشکیلاتو او په ځينو سیمو کې د قوماندې پر سر شخړي رامنځ ته شوي او ښایې د طالبانو دغه درز د دغې ډلي د پاشل کیدو لامل وګرځي. دغه افغان چارواکي وویل چې ملا برادر اخند د ملا عمر د هدایت خلاف په یو شمیر سیمو کې د طالب قوماندانانو د ادلون بدلون لړۍ پیل کړي او ملا عمر په دغه کار سخت په غوصه شوی دی. ملا برادر اخند د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې د دفاع وزیر په توګه دنده تر سره کوله. ویل کیږي چې ملا محمد عمر او ملا برادر د طالبانو د لس کسیزې شورا لومړی او دوهم نمبرکسان دي . دغه شورا چې طالبان یې قیادي شورا بولي د خلکو تر منیځ دکوټه د شورا په نامه هم مشهوره ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات: ۱۰۰ تنه نارضیان له دولت سره یوځای شول", "output": "میرویس جلالزی د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په مربوطاتو کې فعال شاوخوا ۱۰۰ تنه دولت ضد پخواني نارضیان له دولت سره یو ځای شول. هرات والي جنرال یوسف نورستاني وویل چې دغه نارضیان د هرات ولایت د نظامي کمیسیون په هڅو له دولت سره یو ځآی شوي دي. د دغو وسله والو قوماندان سلیمان نومیده چې وایې نور له دولت سره همکاري کوي او د پردیو په لمسون به ونه غولیږي. دغو کسانو ته د مصونیت کارتونه ویشل کیږي او خپلې درندې او سپکي وسلي یې هم حکومت ته وسپارلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "٢٧تنه مخالفين له دولت سره يو ځاى شوى .", "output": "د پکتيا په ولايت کې د دولت ٢٧ تنه مخالفين د ملى پخلاينې له ليکې سره يو ځاى شول . د پکتيا والې د طالبانو او حزب اسلامى د يو شمير ځايى مشرانو او قوماندانو يو ځاى کيدل په دغه ولايت کې منى او وايى که چيرى داکسان وسله ولرى نو د ډاياګ پروګرام ته به يې وسپاري . والى وايى چې دغه کسان کولى شى په خپلو سيمو کې پرته له ويرې ژوند و کړى . د ملى پخلاينې کميسيون چې د صبغت الله مجددىتر مشر لاندى کار کوى په تير کال ددولت ډير مخالفين له جګړى او مخالفت څخه لاس په سر کړى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غور: تښتول شوی ډاکټر آزاد شو", "output": "شازمان- چغچران ایډیټ: جلالزی د غور ولایت څخه د بینوا ویب پاڼي همکار وایې چې د تایورې له ولسوالۍ څخه تښتول شوی ډاکټر تیره شپه آزاد شوی دی . دغه ډاکټر دوه ورځي دمخه هغه مهال وتښتول شو چې د خپل کار په لور روان وو. د تایورې ولسوال احمدخان ویلي چې ډاکټرخلیل احمد یوې ډلي د پیسو د تر لاسه کولو لپاره تښتولی وو خو اوس روغ رمټ چغچران ښار ته را رسیدلی دی. تر اوسه نه ده معلومه چې د روغتیایې چارو دغه مامور د معاملې له مخې او یا هم د پلټونکو عملیاتو پر مهال ژغورل شوی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان احتجاجا دچمن - بولدک سرحد وتړلو", "output": "چمن : افغانستان دپاكستان لخوا داوړو د� �اچاق دمخنيوى لپاره دچمن سرحد تړلى دايل جى ايف سى منيجر جنرل سليم نواز يو شخصى تلويزون سره په مركه كښې وئيلى دى چې په پاكستان كښې داوړو دستونزې دمخنيوى لپاره حكومت يوشمير پريكړې كړې وې چې له مخې به ئې دقاچاق م خنيوى كيږي نوموړي ووئيل چې دخوراك دنړيوال پروګرام له لارې ګاونډيو هيوادونو ته داوړو وركول روان دي اودې س� �ه سره په حكومتي كچ هم داسې لوظنامې شته چې ګاونډيو هيوادونو ته اوړه وركړى شي خو حكومت داوړو دقاچاق دمخنيوى لپاره لازم اقدامات كړيدي خودپاك افغان سرحد پرانستى وْ خودپرون له نهه بجو څخه دافغانستان لخوا د غه سرحد تړل شوى وْ خو حكومتى چارواكو سره د خبرو وروسته بيرته پرانستل شو په دغه سرحد هره ورځ نزدې 8 څخه 10000 پورې خلك تګ راتګ كوى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اشیا ټایمز: القاعده تر طالبانو مفلسه ده", "output": "اشیا ټایمز: القاعده تر طالبانو مفلسه ده سرچینه: اشیا ټایمز ورځپاڼه ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د آشیا ټایمز ورځپاڼي له یو شمیر نورو غربي معتبرو ورځپاڼو په نکل د امریکې د خزانې د مرستیال وزیر ورستۍ څرګندوني په یوه مقاله کې را اخیستي چې ویلي یې وو د القاعدې ډله د مالي سرچینو له کمښت سره مخ شوي ده خو طالبان په ښه مالي وضیعت کې قرار لري. ورځپاڼه لیکي چې په روان حالت کې د طالبانو مالي وضع د القاعدې ډلي په پرتله ښه ده او د اسامه بن لاډن په مشرۍ د القاعدې ډله د نن په څیر هیڅ کله هم نه وه بي پیسو شوي. اشیا ټایمز لیکي چې د القاعدې ډلي مشرانو هم په تیرو څو میاشتو کې په وار وار په دغه مسله اعتراف کړی چې د پیسو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او له همدې امله یې نفوظ ورځ تر ورځي کمزوری کیږي. یو شمیر اسلامي بانکونه، خیریه ټولني او بډایه اسلامي ملکونه هغه سرچینې وي چې د القاعدې ډلي ته به یې پیسې برابرولي خو په تیرو دوو کلونو کې د امریکې او سعودي عربستان په ګډون یو شمیر هیوادونو د ګڼو هغو اسلامي بانکونو او خیریه ټولنو حسابونه کنګل کړل چې دوي پرې له القاعدې ډلي سره د مالې ارتباط شک کاوه. اشیا ټایمز لیکي چې د القاعدې شبکې بر عکس د طالبانو ډله دمګړۍ په ښه مالي حالت کې قرار لري او له نورو سرچینو پرته، کوکنار یوه بله هغه منبع ده چې طالبان ترینه ډیري پیسې تر لاسه کوي . ویل کیږي چې دمګړۍ د طالبانو د نفوذ لاندي سیمو کې په غټه پیمانه کوکنار کرل کیږي او د کوکنارو په دغه کرکیله کې بزګران، دمخدره توکو قاچاقبر او طالبان شراکت لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نعيمي: په دوو كلونو كې د ٨٣ ميليونو ډالرو پلان پلى كوو", "output": "دميدان وردګو و� �ايت والي عبدالجبار نعيمي ددې ولايت د تېرو دريو كلونو كاري رپوټ او د راتلونكو دوو كلونو پلان او تخميني بودجه د يوه مطبوعاتي كنفرانس له لارې اعلان كړه ده وويل په تېرو دريو كلونو كې د جوړونې او بيا روغونې په پ� �وژو باندې ټول ټال د(يونوي ميليونه –اوه سوه- څلورڅلويښت زره- اته سوه يونوي) ډالرو په ارزښت لګښت راغلى دى چې ددې پروژو ډېرى يې پلې او د لږ پاتو كار يې دوام لريوالي وويل په دې پروژو كې د د پوهنې، د كوكنارو د كر د م خنوي، دولتي او ټولګټو تاسيساتو دجوړونې، بيا رغونې او فرهنګي برخې شاملې وې. همدارنګه نوموړي وويل د � �اتلونكو دو كلو نود پلان د عملي كولو لپاره دري اتيا ميليونو ډالرو ته اړتياليدل كېږي.او دا پلان تر ډېره امنيت، دكرنيزوتوليداتو ډيرښت ، ښوونې او روزنې، دكوكنارو د كر مخنيوي ، دروغتيايي مركزونو جوړولو، دسيمو اوولسواليو ترمنځ دسركونو جوړولو، دچك دبريښنا دبند رغولو ته ځانګړى شوى دى.ده له مقاماتو او مرسته كونكو ادارو څخه غوښتنه وكړه چې ددې پلان په پلي كولو كې ورسره پوره ، پوره ، مرسته وكړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پكتيا: شكمن كس له ډاډسن موټر سره نيول شوى", "output": "نن يو كس د پكتيا ولايت په پټان و� �سوالي كې له يوه عراده موټر سره نيول شوى، ويل كيږې چې دا كس له مخكې څخه په نښه شوى وو. دا كس چي بيګاه شپه په خپل كور كې نيول شوى د پټان ولسوالي د مټورخ د كلي اوسېدونكى دى او په لومړنيو پوښتنو كې يې خپل نوم خليل ښودلى دى. د پكتيا والي جمعه خان همدرد په دې اړه وويل چي څېړنې رواني دي چي دي كس څه غوښتل او پلان يې څه وو.همدار رنګه د دوو جلا خبرونو له مخي نن د پكتيا ولايت د زرمت په ولسوالي كې دوه د وسايطو ضد ماينونه د � �ينكۍ په سيمه كي كشف او د ائتلافي ځواكونو لخوا له منځه يوړل شول، او په يوه ترافيكي پېښه كي يو كس مړ شوى دى، دغه پيښه چي نن لس بجي د تيرا په سيمه كې رامنځته شوه، ويل كيږي چي د ډير سرعت له امله موټر چلوونكي خپل كرولا � �وله موټر له كاماز سره جنګولى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دتښتول شويو فرانسويانو دلټون هڅې پيل شوى", "output": "افغان دولت وايي دهغو ددو فرانسويانو دخلاصون لپاره يي هلي ځلي پيل كړي چې څو ورځې وړاندې طالبانو تښتولي ول. نن په كابل كې دولسمشر كرزي وياند كريم رحيمي خبري غونډې ته وويل: افغان دولت خپلي ټولي هڅې په لار اچولي ترڅو هغه دوه فرانسويان او دهغوى دري افغان ملګري چې تيره اونۍ دنيمروز په ولايت كې طالبانو وتښتول خلاص كړي. دغه دوه فرانسويان چې خاوند او ميرمن دي دماشومانو نړۍ په نامه په يوې ټولنې كې كار كاوو.په همدي حال كې دروغتيا وزارت دهغو پنځو تنو مامورينو برخليك نه دى معلوم چې نږدې ديارلس ورځې وړاندې په كندهار كې طالبانو تښتولي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د درې سوه بې وزلو كورنيوسره ژمنۍ مرسته وشوه", "output": "د درې سوه بې وزلو كورنيوسره ژمنۍ مرسته و� �وهدميدان وردګو ولايت د والي عبدالجبار نعيمي په غوښتنه دتركيې هېواد دبيارغونې دډلې لخوا په ميدان ښآر كې دبې وزلوخلكوسره لومړنۍ مرسته وشوه ، په دغومرستوكې ژمنۍ جامې ،بوټونه ، جمپرونه دماشومانولپاره دريشۍ ، ت� �پالونه او دسونګ مواد شامل وو،په هغودستوروكې چې له همدې امله جوړشوي وو.دميدان وردګو والي پخپله وينا كې وويل ، چې بايددغه مرستې په واقعي ډول بې وزلو خلكو ته ورسيږي ،هغه وويل چې بايد په ريښتينې ډول سره د خپل هېواد لپاره كاروكړوچې له محتاج ژوند خلاص شو اودهېواد اوسولې دښمنانو ته وخت ورنكړو،چې زموږ دولايت امنيت خ� �اب اوخداى مه كړه چې يو ځل بيا له لوي ناورين سره مخ شو، هغه دا هم وويل چې دبې وزلوسره دمرستولړۍ به جاري وساتي اودنورومرستوپه جلبولوكې به لاهلې ځلې وكړي.هغه د تركې هيواد دبيارغونې له ډلې څخه مننه وكړه چې دده په غوښتنه يې تېر كال هم څه دپاسه اووه زره كورنيوسره د خوراكې توكومرسته كړې وه.ورپسې دتركې دPRT استازي تورن هو� �ي په خپلوخبروكې وويل چې دوالي دمشورې سره سم به ددې ولايت سره نورو مرستو ته هم دوام وركړي . ديادو� �ووړ ده چې دغه مرستې ديو باصلاحيته كميسون لخوا چې دولايت دمقام لخوا ټاكل شوى ووپه داسې وخت كې وويشل شوې چې دولايت والي ښآغلي عبدالجبارنعيمي ، د تركې هېواد PRT استازي او يوشمېرولايتي چارواكي ګډون درلود ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ځانمرګى بريدکندهار کې ٤تنه وژلى او ١٥تنه ټپيان کړي", "output": "نن سهارد ٩ بجو په شاوخواکې د کندهارښار د عيدګاه واټ کې د کاناډايى ځواکونواو کندهار ولايت د مشرتابه په گاډوځانمرګى بريد � �وى دى ، چې له امله يې د بريد کونکى په ګډون٤ تنه ولسى وګړي مړه او ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي .کاناډايى ځواکونوته د سر زيان نه دى رسيدلى ،يوازې ولسى وګړى د ځانمرګى بريد قربانى ګرزيدلى دي . د روغتون چارواکې بيا وايى چې ٥ تنه مړى او ١٢ ټپيان تر دم ګړى دوى ته رسيدلى دي .په سيمه کې عينى شاهدانو د قربانيانو شميره تر دې هم ډيره بولى . بريد د يو موټر له مخې رامينځ ته شوي دي .د کورنيو چارو وزارت په خپره شوې ويناکې ويل شوي چې د غه ځانمرګۍ بريد دکندهار دوالى دوژلو په موخه تر سره شوى دى .په بريد کې د کندهار والى ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى .د ځانمرګى پيږندنه نه ده شوې او چارواکو په دې اړوند خپل تحقيقات پيل کړي دي.طالب جنګياليو د بريد پړه منلې او ددغه ډلې وياند قاري يوسف ويلى چې دغه بريد عظيم خان سرته رسولى او د کاناډايى ځواکونو٢ گادې يې له مينځه وړى دى . کندهار والي اسدالله خالدتر ننني بريد وروسته دخب� �يالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانان دکرزي دګډودې ادارې په نسبت دطالبانو پریکنده واکمنې ته ترجیح ورکوي", "output": "واشنګتن پوست ورځپاڼې د2009/12/8 نیټې دسه شنبې ورځې په ګڼه کې دافغانستان په زیاتره سیمو دطالبانو دنفوذ په اړه تر دې عنوان لاندې (Many Afghans prefer decisive rule to disarray of Karzai government) یوتفصیلي رپوټ خپورکړی. دورځپاڼې درپوټ په حواله ویل شوي چې افغانان اوس دکرزي ترحکومت دطالبانو واکمنې ته ډیره ترجیح ورکوي. دواشنګټن پوست ورځپاڼې لیکوال Grief Witt په هغه رپوټ کې چې د لغمان ولایت په هکله یې لیکلی وایې چې دلغمان ولایت هم دافغانستان د نورو ولایتونوپه څیر دوه والیان لري چې یویې حامد کرزي اوبل یې هم د طالبانو مشر ملا محمد عمر مقرر کړی دی. دحامد کرزي لخوا تاکل شوی والي چې دزرګونو امریکایې پوځیانو له خوایې ملاتړکیږي یواځې دورځې له مخې په دغه غرني ولایت واکمنې لري او زیاتره وخت یې دنویو جوړشویو ودانیو اوپروژو دپرانیستونکې پټیو په پریکولو تیریږي ،او د هغه دځینو نیږدې ملګرو په وینا چې نوموړی والي د هغو نغدي مرستو ډیره پیسې ځانته وهي کومې چې دلغمان ولایت دبیا رغونې لپاره ده ته ورکول کیږي. خو کوم والي چې د طالبانو دمشر له لوري ټاکل شوی هغه بیا دزرګونوبهرنیو ځواکونوله لوري ترتعقیب لاندې دی اودشپې مهال سیمې ته راځي اوهالته د(اسلامي امارت ) په رسمي ورقو خلګوته احکام صادروي، دبهرنیوعسکرو په خلاف د پوځي بریدونو لپاره پروګرامونه جوړوي اوهغه طالب چارواکي کوم چې له خلګوسره په بدې رویې تورن وی له دندو ګوښه کوی. واشنګټن پوست وایې په داسې حال کې چې دامریکا حکومت غواړی افغانستان ته دکرزي دحکومت دملاتړ لپاره نور ۳۰ زره اضافي سر تیری واستوي طالبان لګیادي په ډیره بیغمي سره په افغانستان باندې دخپلې دوباره واکمنې لپاره پروګرامونه جوړه وي ؛ ځکه هغوﺉ په دې باوردي چې دهغوﺉ واکمنې به خامخا بیا په افغانستان راځي. دوباره واکمنې: دورځپاڼې په حوله طالبان همدا اوس دخپلې دوباره واکمنې لپاره یواداري تشکیل لري چې دټولو ولایتونولپاره یې والیان،ولسوالان اوقاضیان پکې تعین کړي اوپه خلګو باندې دکرزی دحکومت ترچارواکو ددوﺉ دهمدغه اداري تشکیل تاثیر ډیر زیات دي. امریکایی چارواکي په راتلونکو اتلسومیاشتوکې د طالبانو د دغې واکمنې له منځه وړل اودهغه په ځای دکرزي د ادارې مسلط کول دامریکا په نویې استراتیژۍ کې ترټولو مشکل کارګني ،خود دې کارمشکل والی هغه وخت لازیاتیږي چې عام افغانان د افغانستان په اکثرو سیموکې د کرزي دبي کفایته ادارې دواکمني په ځای دطالبانو دفساد په له منځه وړلو کې قاطعې اوپریکنده واکمنې ته ترجیح ورکوی. ولس په طالبانو اعتماد لري: واشنګټن پوست لیکې : سره له دې چې په کال ۲۰۰۱ کې یوشمیرافغانانو دطالبانو دحکومت په نسکوریدلو خوښې څرګنده کړه ځکه چې هغوﺉ دښځو په وړاندې یوسخت ګیره موقف درلود او اوس هم داسې نښې نښانې نه ترسترګوکیږي چې ګواکې هغوﺉ دې په خپل دریځ کې نرمښت راوستی وي خوبیاهم له قندوزه ترقندهار ه افغان حکومتي چارواکي په دې خبرې اعتراف کوي چې د دوﺉ حکومت دولس په منځ کې خپل باور له لاسه ورکړی او ولسي خلک دخپلو حقوقي اوقضایي چارو دحل لپاره طالبانوته مراجعه کوي. دمثال په توګه په ولسي جرګې کې دقندهار ولایت استازی خالد (پشتون) چې دکرزي له مقربینو څخه هم ګڼل کیږي په ولس کې دطالبانو درول په هکله داسې وایې: له کندهارولایت څخه زما دوروستۍ لیدنې په مهال ما له ډیروداسې خلګوسره ولیدل چې هغوﺉ دطالبانو له قاضیانوڅخه ډیره خوښې څرګندوله ؛ځکه هغوﺉ ویل چې دطالبانو قاضیان داسلامي شریعت داصولو له مخې هره قضیه په ډیره ښه توګه بي له کوم ځنډه سمدستي فیصله کوي . خوکه چیرې عین هماغه قضیه دولتي محاکموته وړاندې کړل شي نوهالته به پري کم ترکمه یو یادوه کاله وخت لګیږي اویابه هیڅ نه حل کیږي ، حال داچې دطالبانو قاضیان هغه په یوساعت کې فیصله کوي. طالبان په ولس کې خپله واکمني پراخوي. واشنګټن پوست د رپوټ په وروستۍ برخه کې لیکي چې که څوک وغواړي که ونه غواړي اوس دافغانستان په ډیری برخه په تیره بیا په کلیوالو سیمو باندې دطالبانو واکمنې چلیږي ، اود دغوسیمو دحکومتي او ولسي چارواکو له قوله چې دطالبانو دحکومت ټاکل شوي اداري چارواکي له هغوﺉ څخه مالیه ،عشر اونور دولتي عواید ټولوي. په ولسي جرګه کې دکندوز ولایت استازي فاطمة عزيز وایي : طالبان نن په سیمه کنټرول لري که د خلګوښه ایسي اوکه یې بد ایسي مجبوره دي چې له هغوﺉ سره مرسته وکړي ؛ ځکه هغوﺉ هم دسیمې دکنټرول لپاره سم اداري تشکیلات لري چې په هغو کې پولیس، اداري منسوبین اوقاضیان شامل دي. دحکومتي پرلمان دغه وکیله وایي فقط دطالبانو او حکومتي چارواکوترمنځ دا توپیر دی چې دطالبانو دغه اداري چارواکې له سهاره تر ماسپښین پوري دخلګو شکایتونه اوري اوهغه فیصله کوي اوله ماسپښین نه وروسته بیا همدغه کسان د اشغالګرو ځواکونوپه ضد جنګیږي ؛ چې دطالبانو دغه ډول واکمنې دهغوﺉ په استراتیژي کې اساسي رول لوبوي ؛ ځکه هغوﺉ غواړي افغانانوته داثابته کړي چې هغوﺉ دکرزي اودهغه دایتلافیانودحکومت برعکس د دې توانایي لري چې د خپل ولس لپاره د یوه مثالي حکومت نمونه وړاندې کړي. http://www.washingtonpost.com/wp-dyn/content/article/2009/12/07/AR2009120704127.html"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل په قمبر څلورلاري کې د میشتو پښتنو کډوالو حال", "output": "د کابل په قمبر څ� �ورلاري کې د میشتو پښتنو کډوالو حال د انځور په ژبه وګورۍ یادونه: له دغو ژوندو شهیدانو سره که څه هم زمونږ یو شمیر با احساسه او غیرت منو پښتنو د خپل توان تر حد پوري د مرستې ډګر ته را دانګلي او هڅي یې لا هم � �واني دي خو د دغو بي کورو، ناروغو، نیست منو او دریدلو کورنیو لپاره ستاسو هڅي کولای شي چې هغوي وژغو� �ي.تاسو کولای شي چې خپلې مرستې له دغې شمیرې سره د اړیکي په نیولو سره هغوي ته ورسوی.ټلیفون شمی� �ه: ۰۷۰۰۴۳۹۶۷ دغه بوډۍ ښځه چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ څخه را کډه شوي او په داسي حال کې چې د کابل یخ د هغې ګونځي ګونځي شونډان لړزول، له خپلو ټولو پښتنو خویندو او وروڼو غوښتنه وکړ چې دا سخته ناروغه ده او څلور لمسیان او کونډه نږور یې د بیګا ډوډۍ نه لري او ورسره مرسته وکړي. یو هلمندی هلک چې د ورځي درویزه کړي او اوس په تپه تیاره کې ستړی ستومانه د خپلې خیمې مخې ته ولاړ دی. دغه هغه خیمه ده چې د ډیموکراسۍ په نامه د را پو� �ته شویو غافلو سیاست والو د اوو کلونو هڅو یوه لویه لاس ته راوړنه ده؟؟. هغه تنکي ځوانان چې په نورو ملکونو کې د هغوي هم ځولي هیڅ کله هم د کور د خرڅ او خوراک غم نه لري خو دغه مظلوم پښتانه د دې په تمه دي چې څرنګه خپل کوچني خویندي او وروڼه له مرګ څخه وژغوري د قمبر څلورلاري په پنډغالي کې د یوې پینې پینې خیمې انځور هغه کوچنۍ ماشوم چې د اغوستلو جامې نه لري او ورور یې وویل چې له دریو ورځو راهیسي خوب نه لري او سخت ناروغ دی یوه بله خیمه په انځور کې د هلمندي کډوالو د یو کور د پخلن ځي وسایل یو کوچنۍ هلک چې د خپلې خیمې د پلاستیکي کړکۍ مخې ته ناست دی بوډۍ میرمن او د هغې کوچني لمسیال بوډۍ میرمن بیا کوچنی ماشوم چې د خپلې خیمې مخې ته ولاړ دی خپل بي ګنا وروڼه او خویندي له قطعي مرګ څخه وژغو� �ۍ.هغوي له تاسو او خدای پرته هیڅ څوک نه لري!USA Phone # +1 518 366 2728 AFG Phone # +93 707 414549AFG Phone # +93 786 909000 دبهرڅخه د مرستو رالیږولو لپاره لاندي پته وکاروي Bank Name : Afghan United Bank address : AUB Building Zarghona Maidan, Shahrenaw, Kabul AfghanistanAcc No: 200401Acc Name : Khalid Hadi Swift : AFGUAFKA"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشرۍ ته بې پلانه کاندیدان", "output": "که په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو کمپاین یا انتخاباتې هلو ځلو ته په ځیر سره وکتل شي، نو یوڅلویښت کسانو ځان کاندید کړی چې په دوی کې ځینې نړیوال پېژندل شوې � �خصیتونه، ځینې ملي او پېژندل شوې څېرې او ځینې بېخې ګریس بند یا کاغذ پیچې څېرې دي. د ټولټاکنو د کمپاین د نېټې د اع� �انیدو سره سم د کابل ښار دیوالونه د کاندیدانو په غټو او کوچنیو تصویرونو وپوښل شو هرې خواته لوی لوی تصوی� �ونه وځړول شول چې په دغه کاندیدانو کې یوازې د یو څو محدودوکسانو تصویرونه لیدل کېږی او د ډېری کاندیدانو تصوی� �ونه نه لیدل کېږی چې دا ما ته یوه لویه پوښتنه ده. خلک داسې انګېرې چې یا خو هغوی د راتلونکو ولسمشرۍ د کمپاین � �پاره پیسي نلري او یا دا چې د کوم کاندید، هېواد، ملګرو ملتونو د دفتر یا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په تمه ناست دي چې ورځنې پیسې واخلی او خپل کمپاین پیل کړی یا دا چې ددې په نوم له دوی نه پیسې جیب ته کړي. له بلې خوا په تصویري او صوتي رسنیو کې د کاندیدانو ګردۍ میز او مناقشې هم پیل شوي دي، چې ډېر په زړه پورې ښکاري او هغه دا چې اوس د افغانستان وګړي کولای شي د ولسمشرۍ دغه کاندیدان په ښه توګه وپېژني او په راتلونکې کې ورته خپله رایه د هغوی د استعداد، رښتینولۍ، د ښې بیوګرافۍ، د هېواد د رښتنې مینې، صداقت، امانتدارۍ، ایماندارۍ او په تېرو دورو کې د ولس او هېواد خدمت او د هغوی لاسته راوړنې او داسې نور په ښه او روښانه توګه ملت ته څرګندیږي او په دې ښه وپوهېږي چې په دغه کاندید ولسمشرانو کې څوک خاین، غدار، هېواد پلورونکي او د پیسو او څوکۍ لیوني دي، څوک د هېواد او هېوادوالو رښتني خدمت ګار دی بل دا چې په دغه کاندیدانو کې چا په افغانانو تېری، ظلم او هغوی یې په یوه او بل نوم، قوم، ژبې، سمت او ... په نومونو د خاورې سره خاورې کړل او ګران هېواد افغانستان یې په کنډوالو او کنډرو بدل کړ او پردیو ته یې واک او اختیار ورکړل ترڅو هېواد ته را دنننه شي او هر څه چې وغواړي هغه وکړي او کومو خلکو د خپلې پاچاهۍ په دوره کې د خلکو خدمت کړي او هغوی یې سره یو موټي کړل او هغوی یې.... دا څو ورځې کېږي چې زه د کاندیدانو د ګردۍ میز خپرونې په غور سره ګورم او اورم تر ټولو بده او ځورونکې خبره دا ده چې اکثره دغه کاندید ان د افغانستان د پرمختګ، ابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره کوم ځانګړی او روښانه پلان نلري، که دخبریال له خوا له دوی څخه دا پوښتنه وشی، چې تاسې خپل کورنۍ او بهرنۍ پلان او ستراتیژي خپلو ګرانو هېوادوالو ته روښانه کړي نو په لومړي ګام کې دوی وار خطا کېږي او چې کله خبره پیل کړي نو نه معلومیږي چې دا خپل پلان هېوادوالو ته تشریح کوي او که .....اصلا دوی پلان نه پېژنې اوبس هسې کړتو پړتو کې اخته وی بله د شرم او افسوس خبره داده چې هغه بله شپه یو کاندید صیب په یوه خصوصي تلویزوني ګردۍ میز کې د همدغې پوښتنې په ځواب کې وویل: (زه به خپل پلان او ستراتیژي ستاسو په راتلونکې خپرونه کې هېوادوالو ته څرګند کړم) چې خبریال پرې غږ وکړ چې په راتلونکې خپرونه کې نور تاسې ته د برخې اخستنې چانس نشته ... یانې داسې معلومیږي چې دغه ښاغلي کاندیدان ولسمشران د هېواد او هېوادوالو د پرمختګ او هوساینې لپاره تر اوسه پلان، پالیسی او ستراتیژي نه ده جوړه کړې او نه یې نلري. بله شپه د ولسمشرۍ یو کاندید همدا یوه خبره تکراروله چې زه به د خدای قانون او د پیغمبر (ص) د ویناوو په رڼا کې افغانستان کې اسلامي ح کومت جوړ کړم او شرعیت به نافذ کړم، اسلامي قانون به پلی کړم او که چا کوم غیر اسلامی کار وکړ، نو هغه ته به فو� �اْ جزا ورکړم، ویاند ور څخه وپوښتل چې که چا بډې وخوړې نو هغې سره به څه وکړې، کاندید صیب وویلې: زه به هغه اعدام کړم او په دار به یې وځړوم، اول خو دغه د ولسمشرۍ کاندید صیب ته پکار ده چې اسلامی قانون زده کړي ځکه که څوک بډې اخلي او یا ورکوي هغه په اسلامی قانون کې نه اعدامېږي بل دا چې دغه کاندید صیب باید خپله ظاهري بڼه د اسلامي اصولو مطابق جوړه کړي او بل دا چې د طالبانو حکومت خو اسلامی حکومت و، د اسلام ټول اساسات او قوانین یې عملي کولو، ولې تاسې ته هغه قانون اسلامي قانون نه ښکاريده؟ ولې مو د هغوي په ضد خبرې کولې او حتا ولې مو د هغوی د ح کومت په دوران کې افغانستان پرېښودل او بهرنۍ او اروپایي هېوادونو ته لاړۍ او .... خو یوه خبره واضحه ده چې نه د راتلونکې پلان، پالیسۍ او استراتیژۍ په کیسه کې څوک دي او نه د اسلام، خو که کامیابه او بریالی شو نو هغه وخت به خپل پلان، پالیسي او ستراتیژي جوړه کړي که نودوی ته دا پلان او ستراتیژي او د خدمت او هوساینې خبرې هسې خوشې چټي خبرې دي. بله دا چې ډېرې کاندیدان د ښاغلي حامد کرزی د لاس لاندې کارکوونکي پخوانۍ مامورین دي او د هغې د کابینې د مهمو غړو څخه شمېرل کېدل او د هغې په کابینه کې یې په کلونو کلونو کار کړي او له موسسینو ځینې دي اوس هم دغه ښاغلي پر ښاغلی کرزی او د هغې په تېرې دورې، کابینې او حکومت نیوکې کوي او په واضحه وایې چې د هغې دغه پخوانۍ دوره ناکامه او ناقصه وه، خو دغه ښاغلی ځان ته پام نه کوي ګویا دوی په دغه تېر کابینه کې بېخې موجود نه وو، ځکه که د حامد کرزي پخوانۍ دوره ناکامه او ناقصه وې نو دغه ښاغلي هم د همدغې دورې له موسسینو او مامورینو څخه دي. بل د حیرانتیا او خفګان خبره ده دا چې دغه ښاغلي کاندیدان همدا یوه خبره کوي چې کرزي په تېره دوره کې د خلکو خدمت نه دی کړي او مونږ په افغانستان کې قانونیت، عدالت، سوله او ... غواړو او په خپلو راتلوونکې دوره کې به دا ټول افغانستان به په خپله دوره کې سمسور او د پرمختګ لوړو پړاوونو ته ورسوو، خو افسوس چې همدغه موسسین د افغانستان در ګونې قوې ( مققنه، قضایی او اجرایه ) چې د ښاغلی کرزی د دورې ستره لاسته راوړنه نه بولي او دا ورته د کرزي د ح کومت او دورې لاسته راوړنه، نه ښکاري او د ښاغلي کرزي په لاسته راړونو باندې سترګې پټوی او حقیقت پټوي چې ددوی دغه کار ددوی شخصیت او اهلیت تر پوښتنې لاندې راولي، ځکه دوی ملت ته رښتیا نه وایې او له یوې مخې دورغ وایې او غواړي چې ملت او هېوادوالو ته چل او فریب ورکړي او د هغوی سترګو ته خاورې وشیندي، دغه ښاغلیو کاندیدانو ته پکار ده چې حداقل ریښتینې اووسي او خپل ملت ته رښیتا ووایې، هغه دا چې کاندیدان باید ووایې چې ښاغلی حامد کرزی په تېرو اوو کلنو کې تقریباْ لس، شل، دیرش، څلویښت یا... فیصده افغانستان او افغانانو ته یې خدمت کړی دی او د هغې د حکومت په دوران کې افغانستان د هېواد دنننه او بهر دومره فیصده پرمختګ کړي دي، دومره ښوونځي، کلینکونه، سړکونه... جوړ او روغول شوی او زه به د خپل راتلونکې پلان له مخې دومره کار او خدمت وکړم او دومره فیصده به افغانستان زما په دوره کې پرمختګ وکړي او ... خو افسوس چې ټول لکه ښاغلي رمضان بشردوست منفي فکر کوي، منفي ګوري، منفي وایې او ټول م نفي منفي ... چې دا کار ددوی شخصیت تر پوښتنې لاندې راولې، ځکه دوی خپل ملت ته حقیقت او واقعیت نه وایې او غواړې په خپلو دغو درواغو اوبیځایه خبرو ملت ته دوکه او فریب ورکړي. ځکه له دې واقعیت څخه هېڅوک سترګې نه شي پټولی چې د ښاغلي کرزي په تېرو اووکلنو کې افغانستان په مختلفو برخو کې پرمختګ کړي او ټول افغان ملت او هېوادوالو او نړیوا� �و ته دا څرګنده ده. نو ځکه کاندیدان باید روښانه، بشپړ او واضح پلان ولری، اوس خو نړۍ پرمختګ کړي، دوی د کم پوتر د پاورپونیټ په پروګرام کې خپل راتلونکی پلان جوړولی شي اوخپلو خلکو او هېوادوالو ته یې تشریح کولی شي، خو افسوس چې دغه ښاغلي بې پلان ولسمشران دي. یو مهمه خبره دا ده چې ډیری کاندیدان د ښاغلی اوباما څخه تقلید او کاپی کوي او په خپلو تبلغاتي پاڼو او پوسټرونو کې لیکلی دي چې (تغیر یا مثبت بدلون) یانې د ښاغلي کرزي دغه تېر اووکلن دوره ټوله منفي دوره وه او هېڅ لاسته راوړنه یې نه درلوده نو یوبدلون پکار ده چې دا حقیقت نه لري او دغه ښاغلي سره له دې چې بې پلانه دولسمشری کاندیدان دي بلکې واقعیت بین او رښتیا ویونکي نوماند ولسمشران هم نه دي. یوه بله مهمه خبره دا ده چې ډیری د ولسمشرۍ کاندیدان په ډېرې نژدې راتلوونکې کې له خارج او اروپایي هېوادونو څ خه راغلي خصوصا چې کله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ددوی د ثبت نېټه اعلان کړه، او تر هغې وروسته دوی خپل کم پاین پیل کړ، دغه ښاغلیو ته پکار وه چې حداقل درې یا څلور کاله په هېوادکې دنننه اوسېدای او د خپلو خلکو سره د هغوی په غم او خوښیو کې برخه اخستې وای، دوی حداقل د هېواد ۳۴ ولایاتو او د هغوی اکثره ولسوالیو ته سفرونه کړي واي او د خلکو ستونزې یې له نږدې څخه څارلې وای او اورېدلې وای، زه په دې باور لرم چې ډېری کاندیدانو ته دا نه مع� �ومه چې چخچران د افغانستان په کوم ولایت کې موقعیت لری. بل دغه ښاغلیو کاندیدانو ته پکاره وه چې کله د فراه و� �ایت په بلابلوک ولسوالی کې د ناټو د قواوو له خوا پر ولسي خلکو بمباري وشوه او تر سلو زیات بې ګناه ولسي وګړي � �هیدان شول دوی باید هغه سیمې ته تللی وای او د خپلو خلکو سره د هغوی په غم کې شریک شوی وای او ددوی سره باید تر خپلې وسې پورې مرسته کړای وای ځکه چې نن سبا دوی د ورځې په زرګونو ډالره په کابل کې مصروفوي خو د ملت د پوښتنې لپاره یوه افغانۍ هم نه لګوي، دوی ته پکار وه چې بدخشان، تخار او بغلان او... ته تللی وای او هلته له هغه کورنیو سره خپله خواږي او غمشریکي ښووله وای چې د هغوی کورونه، کرنیزې ځمکې، څاروي او حتا د هغوی اولادونه باران او سې� �ابونو په اوبو کې لاهو کړل او له ځانه سره یوړ، دوی ته پکار وه چې ننګرهار ته تللی وای او هلته له هغه زلزله ځپ� �و خلکو سره خپله خواږي او غمشریکي ښوولې وای چې تر زلزلې وروسته د غم پر ټغر ناست وو، که ستاسو په یاد وي نو ښاغلی بارک اوباما د خپل کمپاین په موده کې افغانستان، عراق او پاکستان ته سفرونه وکړل، خو افسوس چې دوی یوازې په کابل کې په لوکسو او عصری کورونو کې ژوند کوي، په نوی ماډل موټرو کې ګرځي، ښه او عالی خواړه خوري، شخه نکټایي یې وهلې وي، لوکسه دریشي یې په ځان وي او.... حتا د کابل له ګردونو او ډوړو نه هم ځانونه ساتي او دا چې په ملت څه تې� �ېږی ددوی بلا ورپسی، زه نه پوهېږم چې په کومو ژبو او سترګو او لاسونو دوی ملت ته لاس اوږدوی او زارۍ او منتونه کوي چې ما ته رایه راکړه چې زه به تر ښاغلي حامد کرزي زیات ستاسو خدمت وکړم."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر خلکو چې ږلۍ ځپلي وو ، خوراکي توکي وويشل شول", "output": "دغه مرستې ، چې يوه اندازه خوراکي توکي پکې شامل وو ، د WFP (نړيوال خوراکي سازمان)له خوا د اضطراري کميټې په پرېکړه د متون ، شمل ، مهديخېلو او لکڼو سيم و پر ٤٠٠ زيانمنو کورنيو ووېشل شوې . د خوست د اب يارى د رئيس المرخان لمر په خبره ، چې هر فاميل ته به ١٠٠ کيلو غنم ، ٨ کيلو غوړي، ١٠ کيلو دال او يو کيلو مالګه د څو ورځو په جريان کې ووېشل شي . د يادولو ده ، چې د تېرې نومبر م ياشتې څخه را په دېخوا ٩٣١،٧٦٣ ټنه خوراکي مواد خوست ته رارسېدلي ، چې د معارف ، سرې مياشتې ، اب يارۍ او انکشاف دهات رياستونو له خوا به د خوست په اړو کورنيو ووېشل شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غازى محمد جان خان دټولنې له خواد مبارکۍ مراتب", "output": "خبرتيا دکوچنى نيکمرغه اختر په وياړ په هېوادکې دننه او بهر او هغو مهاجرو افغانانو ته چې لا هم خپل هېواد ته نه دى راستانه شوى او دنړى ټولو مسلمانانو ته د غازى محمد جان خان دعلمي او مشورتي ټولنې په استازيتوب د مبارکى مراتب وړاندې کوم . اختر مو مبارک او نيکمرغه ،لمنځونه ،روژې ،عبادتونه او خيراتونه مو قبول،په ژوند او روزى مو برکت . دعا کوو چې الهى هېواد مو ارامه لرې، هېوادوال مو سوکاله او خوشاله او ټول مسلمانان سره يو موټى کړې . يا الله زموږ دعا قبوله وګرځوې . په افغانې عزت او مينه ستاسو ورور حقمل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنى کې مرګ او ژوبله رامينځ ته شوې", "output": "د غزنى د اندړو په ولسوالۍ کې نن د ملى اردو او طالب جنګياليو ترمينځ جګړه شوې ،چې دواړو لورو ته مرګ او ژبله اوښتې . د غزنى د پوليسو مشر تفسيرخان منلې چې اندړو کې جګړه شوې چې له امله يې يو دولتى عسکر مړ او يو ژوبل شوي دي. ده ويلى ٢ طالب جنګيالى هم وژل شوي دي.دطالب جنګيا� �يويو وياند ادعا کړې چې د يو وسله وال بريد په ترځ کې يې ١٢ تنه دولتى عسکر په اندړو کې وژلى دي او ٤ موټر يې له م ينځه وړي دي. د ګير وولسوالۍ کې هم يو دولتى پوليس په خپل کور کې وژل شوي او د غلو يوې وسله والې ډلې د خواجه عمريو په ولسوالۍ کې د (ډاکار) موسسې د کارکونکوپه يو موټر بريد کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غرور زولنې", "output": "د غرور زولنې موږ د مست خمار په غيــــــــــــږ كي ولوېدومــــــــــــــــــــــوږ ته مو نصيب کی تيارې ملي ديموږ ياغي موجونـــــــــــــــــــــــــــــو زېږولي يوموږ تــــــــــــــــــــــــــه د وختو توپان ويلي دي موږ به په محفل كي د جــــــــــــــــــــــامونويوڅيـــــــــــــــــــــــــري به پردې كړو دحيا په نوموېښ به كوثـــــــــــــــــــــــــــــرونه شرابونه كړوماتي به توبې كړو د تـــــــــــــــــــــــــقوا په نوم حـــــــــــــــــــــــــــسن به بادېږي خرابات به ويشور دزولنوبـــــــــــــــــــــــــه وي شرنګېږي بهموږ به سوركۍ شونډي څنــــــــګه وزبېښوويــــــــــــــــــــــــــني به بهېږي چيښل كېږي به پاته به كيسې سي د آزل ســـــــــــــــــــــــــــــــرههېري به ســــــــــــــــــــــجدې د محر ابونو سيهېر بــــــــــــــــــــه مو دوږخ سي د وصال سرهشرنګ به په رباب كــــــــــــــــي د تارونو سي مــــــــــــــــــــــوږ به غرغړې وهو مستان به يوړنګ به ددښمن سره فــــــــــــــــــــــكرونه ويبل به مو ا ورونه وي په كليو كي ډك به مو سيندونه له موجونو وي ۲۰۰۶/۹/۱۵پنجشېر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لال جومات مشر په چادري (بوغره) كي ونيول سو", "output": "وروسته له هغه چي نن ماپښين د لال مسجد او حفصه مدرسې په سلګونو طالبانو ځانونه پاكستاني حكومت ته تسليم كړل، د دغه جومات مشر مولانا عبدالعزيز هم په تسليم سويو كسانو كي ونيول سو.پاكستاني پوليس وايي مولانا صاحب يې په داسي حال كي ونيوئ چي چادري يې كړې وه او غوښتل يې د مدرسې له ښځينه طالبانو سره يو ځاى ځان وباسي.پوليسو مولانا عزيز د نن او پرون په جګړه كي مج� �م پېژندلى دى او د هغه په اړه يې دوسيه په محكمه كي ثبت كړې ده، له نوموړي سره د هغه ورور او د مدرسې۴۰۰ زده كوونكي هم پړه بلل سوي دي.داسي ګنګوسې دي چي د مولانا عبدالعزيز ورور هم له مدرسې څخه وتلى دئ، خو دا لا مع� �ومه نه ده چي هغه به هم په بوغره كي وتلى وي او كه به له يوې بلي لاري توانېدلى وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسندروبېړۍ", "output": "نيمه شپه ده خلک ويده دي توره تياره ده هلته له ليري په نژدې کلي کي د سپو غپا ده خو په ګودر کي د اوبو شور دی نری شمال دی په دنګ چنار کي د پاڼو شور دی اسمان زرين دی د ستورو سترګي له ليري رپي سپوږمۍ ويده ده توره تياره ده نيمه شپه ده خو زه لا ناست يم د چنار ډډي ته تاته سندري بولم او لکه ماشوم د خپل کتاب د سندريزو پاڼو له کاغذه ځني بېړۍ جوړوم په دغه نيمه شپه کي زه ئې وينمه دغه رواني اوبه په دې توره تياره کي دا دسندرو څخه ډکي بېړي د فريشتو د سپينو لپو په څير ستا تر کلي دروړي خدايزده . . . چي تاته به در ورسيږي ؟ ؟ الباني / نيويارک"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لندن کي د افغان ځوانانو ټولني دخواشنی پیغام", "output": "په ډېره خواشينۍ دتکړه شاعر او وتلي ژورنالېست عبدالصمد روحاني له ناڅاپي مړينې خبر شووانالله و انا اليه راجعونپه لندن کي د افغان ځوانانو ټولنه د خداي بښلی عبدالصمد روحاني مړينه غندي او کورنۍ ته يې د زړه صبر او تسليت وړاندې کوي او زر تر زره يې د اړوندو ادارو څخه څخه د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي.غوښتل مو چې د خداي بښلي په ژوند يوه مفص� �ه ليکنه ولرو خو د يو څه مشکلاتو له کبله و نه توانيدو، په هر حال په راتلونکي کې به د ده په ژوند، کاري تجربه، کړووړو او د ژوند په نورو برخو تاسو ته يوه ليکنه وړاندې کړو٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انتخاباتي رسوايي اوخطرناکه عواقب يې (هاري)", "output": "انتخاباتي رسوايي اوخطرناکه عواقب يې هر څوک چي د جمهوري ریاست انتخابات وګټي د مشروعيت او قانونيت له سوال سره به خامخا مخامخ وي. څرګنده خبره ده چي انتخابات نهایت بد اداره سول، بې نظمي ډېره وه، او په راتلونکي کي به حتما سياسي او قومي ستونزي لا ډېري کړي. د انتخاباتو هدف داوو چي د کابل حکومت ته مشروعیت او قانونيت ورکړي ، خو له بده مرغه لايې ور خراب او لړازنه کړ. په انتخاباتو کي له مخکني اټکل سره سم عامو افغانانو ډېر ه کمه برخه واخیسته. د انتخاباتو په جریان کي،امنیتي وضع تر پخوا لا مغشوشه او خطرناکه وه. په انتخاباتو کي د حامد کرزي دحکومت پرېمانه ټګي برګي د انتخاباتي پروسې ټول مشروعیت او موثريت تر سوال لاندي کړ، او ټول ملک او حکومت يې يو بل انتخاباتي او سياسي بحران ته ور ټېله کړ. اوس، پوښتنه دا ده چي ایا یوازي په هرو پنځو کالو کي يو ځل انتخابات يوه غله او بېکاره حکومت ته مشروعيت او قانونيت ورکولای سي ؟ او که د مشروعيت د ګټلو لپاره کار او خدمت، خيال او فکر، ښه پلان، تکړه ټيم، او کاري سابقه هم ضروري دي؟ په افغانستان کي، زما په ګومان د ایران په شان يو واکمن خو منفور حکومت انتخابات غلا کړل. د احمدي نژاد په تعقيب حامد کرزي هم په انتخاباتو کي د زړه له اخلاصه ټګي برګي وکړه. مګر د ايران او افغانستان توپير پدی کي دی چي که څه هم هلته يوه مذهبي ديکتاتور ي چلېږي، خو یو مستقل سياسي نظام چي پر داخلي عایداتو باندي تکیه لري ، حکومت کوی. ايران د تيلو پيسې لري او چا ته اړ ندی. په بل عبارت، ایران کولای سي چي ووايي: برو کاکا، دلم بایسکلم. مګر د حامد کرزي شرايط ډېر محدود او بین المللي ملاتړ يې نامطمينه دی. هغه د لالا په چاندو، بخشش، او تر ټولو مهم د امریکايي عسکرو د وسلو په زور چلېږي. بلخوا، ددې سراسري تړاو او وچ مجبوریت په پام کي نیولو سره، ټولو مهمو کاندیدانو په انتخاباتو کي د حامد کرزي په ګټه د پراخو درغلیو رسمي تورونه لګولي دي. ځينو کاندیدانو خو همدا اوس لا په رایو کي د پراخ تقلب په اړه قانع کونکي اسناد او شواهد وړاندي کړيدي. ډاکټر عبدالله چي په اغلب ګومان به په دوهم پړاو کي د حامد کرزي سره مخامخ سي په رایو کي عامه ټګي برګي او له حکومتي منابعو څخه د حامد کرزي په ګټه د کار اخيستلو بېشماره مثالونه یادوي. ډاکټر بشردوست انتخاباتي پروسه ګرد سره ټوکی بولي، او داسي رايي يې پيدا کړي دي چي اصلامسلسل نمبرونه نلري. دغه راز، ډاکټر اشرف غني، ښاغلي یاسيني او نور کانديدان هم په انتخاباتو کي د حامد کرزي په نفع د جعل کارۍ الزامونه لګوي. په دننه او بهر کي ازاد مطبوعات هم د حامد کرزي په ګټه راز راز لاسوهني او غلا تاییدوي. که څه هم د ښاغلي اوباما حکومت هڅه کوي چي انتخابات معتبر او د افغانانو د ازادي ارادې ښکاروندی يې وگڼي، خو عيني شرايط او واقعیتونه ددې ادعا پر خلاف پرېکنده حکم کوي. د اوباما حکومت معذور او مجبوره دی چي انتخابات یوه کامیابي او پرمختګ وبولي، ځکه په بل صورت کي به د یو لړ جدي داخلي او خارجي مشکلاتو سره مخامخ وي. دمګړی په امریکا کي د عامه افکارو نوي سروې ښيي چي اکثره امریکایان د افغانستان په متعلق د اوباما د پاليسیو سره مخالف دي. هغوی همدا انتخابات سم او منصفانه نه ګڼي. په امریکايي مطبوعاتو کي په زتاتېدونکي توګه افغانستان او ويتنام سره مقايسه کېږي. افغانستان د اوباما د باتلاق په نامه یادېږي. يو اوږد او بایللی جنګ ورته ويل کېږي. او د افغانستان انتخابات د يوې خطرناکي مرحلې پیل بولي. په انتخاباتو کي تخمینا ۵۰۰ میلونه ډالره مصرف سول، او دوهم پړاو به څه نوري پسې هم وغواړي. و به کتل سي چي د اوباما حکومت به تر څه وخت پوری د یوې څرګندي انتخاباتي رسوايي دفاع وکړای سي. بد مرغي دا ده چي د افغانستان دسیاسي نظام اساس په لمړۍ ورځ په بن کي کوږ او خراب کښېښودل سو. د بن کانفرانس، له جنګي جنایتکارانو ډکي لويي جرګې، او د بش د خاص استازي زلمي خلیلزاد پر لاس د امریکا مستقيمي او زيانمي مداخلې د افغانستان سياسي جوړښت له سره لړزانه او د مشروعيت له سوال سره مخامخ کړ. په بل عبارت، د افغانستان مات سياسي هډ بد جوش خوړلی دی. کله چي یو مات هډ بد جوش وخوري، شکسته بندان هغه هډ هرو مرو بېرته ماتوي او له سره يې سم ورولي. د افغانستان بحراني سياسي نظام په ۲۰۰۱ کي د بش، زلمي خليلزاد، شمال ایتلاف، او د حامد کرزي د بد ليډرشيپ او پالیسیو له کبله بد جوش خوړلی دی، دا نظام بايد یو ځل بيا بېرته له سره مات سي څو بېرته سم جوش سره وخوري. کنې په بل صورت کي هر څونه هلي ځلي، پيسې، او عسکر عبث او بابېزه کار دي. بلخوا، د افغانستان جمهوري رياست انتخابات پداسي وخت کي وسول چي په ګرده ملک کي امنيت او سوله نه وه. د نويو امریکایي عسکرو د زیاتېدو سره سره، طالبان قريب ۷۰ فيصده خاروي باندي مستقیم او غير مستقیم تسلط او نفوذ لري. یو رپوټ وايي د انتخاباتو په ورځ ۱۳۵ حملې، ګڼ شمېر ځانمرګي بريدونه، بېشماره بمونه ، د کابل په شمول په نورو لويو ښارونو کي منظم جنګونه، او بې شماره تهديدونه وسول. په کندهار کي طالبانو نهه راکټه واورول. په لښکر ګاه کي شل راکټه ولګېدل. په شرق او غرب ، شمال او جنوب کي د امنيتي پیښو خبرونه ورکړه سوي دي. په جنوب غربي او شرقي ولاياتو کي زياتي بې امنۍ د سيمي اکثريت خلک په انتخاباتو کي له برخي اخیستولو څخه را وګرځول. پدې سيمو کي، د رایو په مرکزونو کي خارجي څارونکي نه ول. په غزني کي، د رایو د یوه کارډ بيه یو ډالر وو. د ۲۰۰۹ د انتخاباتو يو بل منفي اړخ د کمو افغانانو ګډون وو. په ټول افغانستان کي خو په تېربيا په پښتني سيمو کي د پخواني انتخاباتو په پرتله لږو خلکو رایه ورکړه. په کندهار، هلمند، روزګان، فراه، او زابل کي فقط پنځو او یا لسو فيصدو خلکو برخه اخيستې وه. حتی په کابل کي هم عادي افغانانو په انتخاباتو کي برخه وانه خیسته. د ښځو نه ګډون په ټول هېواد کي څرګند وو. ويل کېږي چي له ۱۷ ميلونو مستحقو رايه ورکونکو څخه فقط دوو یا درو ميلونو خلکو رايي ور کړي دي. د پخوا په شاني د ولايتي شورا ګانو لپاره هم پخواني جهادي قومندانان، جنګسالاران، محلي واکمنان، او د حکومت په ملاتړ مشهور قاچاقبران کانديدان ول. اياد خلکونه ګډون د انتخاباتو مشروعيت نه زيانمن کوي؟ زیاتره مبصرين ګومان کوي چي همدا انتخابات به په افغانستان کي روان قومي تاوتريخوالی لا غښتلی او مرګانی کړی. د جنوب او شمال تر مينځ به بدګماني او فاصله لا زیاته کړي، او ددې امکان هم سته چي کورنی جنګ یو ځل بيا پیل سي. حامد کرزي او ډاکټر عبدالله دواړو د قومي اخ و ډب په باب خبري کړيدي. د ښورښ او پاڅون تهدیدونه سويدي. خو څرګنده خبره دا ده چي په یوه انتخاباتو مشروعيت او قانونيت نه سي تر لاسه کېدای. افغانستان بنيادي اصلاحاتو ته اړتيا لري. يا به د افغانستان په ارتباط د امریکا په پاليسو کي بنيادي بدلون راځي، او يا به په هېواد کي يو معقول او څه پاک سیاسي نظام راځي، کنې نو په بل صورت کي به افغانستان ضرور د ښاغلي اوباما په ويتنام باندي بدل سي. والسلام."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "واشنګټن پوست: افغانستان کې د اروپا رول", "output": "واشنګټن پوست: افغانستان کې د اروپا رول سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه ژباړه او ترتیب : میرویس جلالزی واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله ننۍ ګنه کې په افغانستان کې د اروپا د رول په اړه یوه مقاله خپره کړي ده . ورځپاڼه کاږي چې د امریکا متحده ایالتونو له لسو کلونو راهیسي پر اروپا فشار زیات کړی چې په نړیوالو مسالیو کې ډیر کار وکړي او ډیر مسولیتونه پر غاړه واخلي. واشنګټن پوست لیکي چې پر اروپا د امریکا فشارونه د افغانستان په شخړو کې ډیر ښه احساس شول. ورځپاڼه تر ډیره بریده دغه فشارونه پر ځای او تر یوه حده سم بولي تر څو اروپا په نړیوالو مسالیو کې بي تفاوتي و نه کړي او ټولو مسایلو ته د امریکا په څير مساوي اوږه ورکړي. اروپايی ټولني په وروستیو کې د لومړي ځل لپاره د خپلو ۲۷ هیوادونو لپاره یوه واحده کړنلاره رامنځ ته کړه تر څو یې له مخې په افغانستان کې قوي ادارې جوړي شي او په حکومتي ادارو کې قانون حاکم شي او خلک پر حکومت باور وکړي. د واشنګټن پوست په لیکنه چې اروپايي ټولني دمګړۍ په افغانستان کې خپلي هڅي په شپږو لاندي برخو کې متمرکزي کړي دي. لومړی: د ملکي وړتیاوو لوړولدوهم: د انتخاباتي سیستم اصلاحدریم: د پخوانیو وسله والو ډلو منحلولڅلورم: د ملکي پولیسو روزل پينځم: د ولایتي سیستمونو جوړول شپږم: د اقتصادي سیستم رغول واشنګټن پوست کاږي چې اروپا اوس دا مسله ښه درک کړي ده چې په افغانستان کې د پوځي هڅو تر څنګ ملکي پراخو او غښتلو هڅو ته هم اړتیا ده تر څو افغانان د یوه ښه هیواد خاوندان شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر کرزي له ترکي چارواکو سره تړونونه لاسليک کړل", "output": "د افغان ولسمشر حامد کرزي او د ترکيې هېواد د چارواکو تر منځ د نوموړي هېواد په پلازمينه انقره کې يو لړ اقتصادي تړونونه لاسليک کړى شول ، ويل کېږي چې د دغه تړونونو د لاسليکدو اصلې موخه دا ده تر څو په افغانستان کې د ترکيې هېواد لپاره د ښې پانګې اچونې لاره هواره کړى شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نيمروز کې دری تنه مرستندويه پوليس وژل شوي", "output": "د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د افغان مرستندویو پوليسو په مرکز تيره شپه بريد شوی . د يادې شوي ولسوالۍ د پوليسو مشر محمد هاشم نورزی وویل چې په دې بريد کې دری سرتیري وژل شوي دي . ښاغلي نورزي دا بريد د طالبان کار وبلل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښونځۍ مي راته سوځي", "output": "زه ددې کلي نانزکه په دې کلي کښي مي کور دی دلته خلک ويني ژاړي له دې کلي مي زړه تور دی دلته زور او ظالمان دي دلته خلک کافران دي له تعليمه لري کرکه له اياته منکران دي په بمونو ئې وژلي د ښونځيو ماشومان دي ښونځۍ مي راته سوځي د مکتب به سره وران دي نه پوهيږم دا کوم دين دی دوی پر کومه خوا روان دي دوی د مور او دپلار مينه د اولاد شيرينه وينه په بمونو څنګه وژني ؟ په بمونو څنګه وژني ؟ دوی زامن که شرموښان دي ؟ دوې پلرونه که ليوان دي ؟ زه غزل ورته حيرانه چي دا څنګه انسانان دي ؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سنګين په نښته كي بهرنيو ځواكونوته مرګ ژوبله اوښتې", "output": "د هلمند په سنګين ولسوالۍ كي د وسله والو طالبانو او به� �نيو ځواكونو تر منځ نښته سوې چي دواړي خواوي يوبل ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو ادعاوي كوي . بهرنيو ځواكونو د چهارشنبې په ورځ په � �الېږل سوې خبرپاڼه كي د شپږو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړى دى . په اعلاميه كي راغلي دغه جنګيالي هغه مهال د سنګين په مربوطاتو كي ووژل سول كله يې چي ددوئ د ځواكونو پر ګزمې بريد وكړ ، چي وروسته ددوئ د زندان څخه څو تنه ملكي كسان هم ازاد سوي دي ، او ددوئ سرتيرو ته زيان نه دى اوښتي . سيمه ايز خلك د څلور ولسي خلكو د وژل كېدو خبره هم كوي . وسله وال طالبان وايې ددوي او به� �نيو ځواكونو تر منځ په پرونۍ نښته كي دولس بهرني سرتيري وژل سوي دي . سنګين د هلمند يوه ډېره نا ارامه ولسوالۍ ده چي د چارواكو په وينا تر ډېره يې اطرافي سيمي د وسله والوطالبانو په لاس كي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بنګړيواله", "output": "بنګړيواله د ځوانې ليکوالې ، شاعرې او خبريالې وږمې سبا ناول دى چې پېښور کې ددانش کتابتون له خوا تازه له چاپه راوتلى – وږمې سبا تر دې مخکې د ( واورې لمن ) په نامه د لنډو کيسو او د ( د پلوشو اتڼ ) په نامه شعري ټولګه خپره کړې او سر بيره پر دې ګڼ شمېر شعرونه او لنډې کيسې يې په پښتو مجلو او ورځ پاڼو کې خپاره شوي دي – بنګړيواله د سبا چاپ شوى لومړى ناول دى خو تردې مخکې يې د ( بازار ) په نامه يو بل ناول هم ليکلى چې تر او څه لا چاپ شوى نه دى – بنګړيواله رنګه ټايټل ، زر ټوکه ، اوه دېرش څپره او يوسل او دوه اويا مخونه لري چې په خپله لمن کې د رڼا او ميړني په نامه د دوو مينانو کيسه رانغاړي – بنګړيواله يو رومانټيک ناول دى اود مينې گڼې صحنې پکې انځور شوې دي -"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هم ظالم او هم مظلوم (د انجنیر ارشد نور لیکنه )", "output": "د 9/11 له پېښې وروسته کله، چې افغانستان ته د شمال ټلوالې سره یو ځاى ميلمانه راغلل، نو دې ميلمنو د افغانستان سره مرستې پيل کړې . د بیا رغونې ،بشري حقوقو، ملي دفاع، او په نورو برخو کښې يې کارکولو ته راودانگل ، چې د وخت په تېرېدو يې مرستې هر اړخيزې شوې او حتا دا مرستې میلیاردونو ډالرو ته ورسیدی، خو نه د بیا رغونې په برخه کښې کوم د پام وړ کار وشو او نه بشري حقوق خوندي شول. دا ولې؟ دا داسې، چې زمونږ په وزارتونو او ریاستونو کښې ښاماران ناست دي او د دې ښامارانو گېډی دومره لويې دي، چې له کلونو، کلونو راهيسې په خوراک اخته دي، خو بیا هم نه مړیږي او نه ستړي کیږي ، په لکونو او ميلياردونو ډالر يې وخوړل، خو نه يې څوک د پوښتنې شته او نه يې څوک پوښتنه کوي . ملي شتمنۍ يې وپلورلې او پلوري يې، پنځوس کلن ښکلي ښارونه يې له خلکو ډک واړول، د ملت بچیان یی شهیدان کړل، کونډې او یتیمان يې خیر ټولولو ته مجبور کړل او په تشو کنډوالو کښې يې کښېنول . همدغو ظالمانو ته، چې د افغانستان او په ځانگړي توگه د کابل په ورانولو کښې يې د زړه له کومې ونډه اخستې وه، په ډالۍ کښې د دولت بنسټيز وزارتونه وسپارل شول او ځینې خو په کښې دومره تکړه شول، چې هم په دولت کښی دي او هم د دولت مخالفین دي. لکه ((متحده جبهه يا ملي جبهه)) او دوستان يې ، چې هم دې خوا خوري او هم هغه خوا داړي . ویل کیږي، چې تر اوسه ۱۳ ميليارده ډالره مرسته له افغانستان سره شوې ده، که دا ډالر مونږ افغانیو ته � �اواړوو، نو د حساب ماشین به پرې کار پریږدي. پدې پیسو د یو هېواد پراختيايي وده له صفره س� �و ته رسيږي، خو زمونږ هېوادنۍ وده تر سلو څه، چې تر دې دمه لس فیصدو ته هم نده رسیدلې . ما د یوه وزیر صاحب مرکه کتله هغه ويلي: دا هېواد یو داسې گيلاس ته ورته دی، چې نیمې په کښې اوبه او نیم تش وي . ځکه نو دا گيلاس چا ته نیم ډک او چا ته نیم تش ښکاري. بیا يې زیاته کړه چې زمونږ هېوادوالو ته دا هېواد هر وخت د نیم تش گيلاس په شان ښکاري. دا خبره دیو داسې پلورنځي لرونکى کوي، چې هغه د ډک گيلاس پیسې تر لاسه کړي، خو نیم تش يې پلورلى دى . يعنې دوی، خو له نړیوالې ورورولۍ دومره پیسې لاسته راوړي، چې پر هغو زم ونږ هېواد له گاونډیانو سره سیال کیدای شو، خو تر اوسه یی هیڅ هم ندي کړي. اوس هم زمونږ د هېواد بچیان د ونو د سیورې لاندې درسونه وايي. اوس هم زرگونه ځوانان د پوهنتونو د نشتوالي له کبله له علم او زده کړې څخه بې برخې پاتې کیږي. اوس هم زمونږ په هېوادکښې لکه جاهلي پېړی ته ورته حتا خپل بچیان دیو څو پیسو د � �استه راوړلو په خاطر پلوري . اوس هم زمونږ کونډې او یتیمان خیر غواړي. اوس هم زمونږ په هېواد کښې د سر پنا د نشتوالي له کبله هېوادوال له سړو(يخنۍ) څخه مري. اوس هم د لومړنيو روغتيايي اسانياوو د نشتوالي له کبله زمونږ هېوادوال ژوند له لاسه ورکوي. اوس موهم هېوادوال اليکين او ډیوې ته کښېني . . . خو کله، چې دا ټول مسوولینو ته وویل شي؛ نو د هغوى ځواب صرف دا وی، چې دا ټول زمونږ د مخالفینو پروپاگندونه دي او سمدلاسه وايي، چې مونږ په هرات ، بدخشان او ننگرهارکښې ډېر کارونه کړي. په هرات او بدخشان کښې، خو يې رښتیا هم کړي؛ ځکه، چې په وزارتونو کښې ددې سيمې کسان زیات وه او دي، خو په ننگرهار کښې يې هیڅ هم ندي کړي. دوی دا یو سپین دروغ وايي. په ننگرهار کښې، چې څومره کارونه شوي، هغه ټول د ننگرهار د سوداگرو وروڼو په مرسته شوي او که ننگرهاریان دوی ته ناست وای ، نو دبریښنا لیدو لپاره يې هم بايد ۱۵ کاله انتظار کړی وای ؛ خو هغوى د ډاړمارانو لاسونو ته کښېنناستل او پخپله يې د خپلو وروڼو سره مرستې وکړې . اوس به راشو دی ته ،چې څه شى له هېواده بهرنيوهېوادونو ته وځې او هغه بېرته هېواد ته څنگه راځي ؟زمونږ له هېواد نه پسته ایران او تاجکستان ته ځي او هلته پرې لیمو او مالگه وهل کیږي او بیا بېرته پر افغانانو په سل چنده لوړې بيعې پلورل کیږي . زمونږ قالینې پاکستان او ځينو نورو هېوادو ته ځي او هلته پرې د هغه ځاى لیبل وهل کیږي او بیا په ټوله نړۍ کښې په ډېره لوړه بيعه پلورل کیږي. زمونږ لرگي (چاتراش)تاجکستان، هندوستان او ځينو اروپايي هېوادو ته ځي او بیا د فرنیچرو په بڼه پر افغانانو پلورل کیږي. زمونږ د مرمر او نورې ډبرې چین ، ایران او نورو هېوادو ته ځي او بیا هلته جوړیږي او بېرته پر افغانانو پلورل کیږي او داسې ډېر نور توکي دي ، چې له هېواده بهر ته ځي او هلته پرې ډېر لږ او اسان کار کیږي او بیا بېرته زمونږ پر هېوادوالو گران پلورل کیږي . د دی ټولو لامل يوازې دا دی، چې زمونږ بېلابېلو جبهو، ټگو مشرانو او ډبو وزیرانو دا ملت او دا خاوره دومره سپکه کړې، چې که په دې نوم کوم شى جوړ شي؛لومړى يې د دې هېواد اوسیدونکي نه اخلي او نه يې خوښوي او بیا يې په ټوله نړۍ کښې د خرڅلاو بازار نه موندل کيږي .زه نه پوهیږم، چې دا خلک ولې ويده دي، ولې يې ملي ولوله مړه شوې ، ولې يې غلامي منلې او ولې خپل حق نه غواړي . آیا دوی د یو څو کسانو له ویرې څه نه وايي او که نه پر همدې ژوند خوشحاله دي او یا د دې ژوند سره اشنا شوي دي .بس دی نور راپاڅ ئ ظالمان له مرۍ راونيسئ، خپل حق ترې په زور واخلئ؛ خپل مشران په رښتينې توگه افغانان وټاکئ، نه د روسيې او ایران ياران . پېړۍ واوښتې خــــو خلک لا بیده ديويښـول يې ډېر کــ� �ــــــلونه زحمت غواړي پــه ړندو سترگو داور پر خوا ور دروميدا کم بخــــــــــــــــته مونشه د جنت غواړيپه درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست والو دلطیف پدرام څرګندوني په قهر وغندلې", "output": "د خوست په ولايت كې د يوې � �وې غونډې پرمهال په كابل كې د ملي كنګرې ګوند مشر لطيف پدرام د هغوڅرګندونو غندنه وشوه چې د هيواد ملي اتل غازى امان الله په اړه يې بدې ردې ويلې وې. دوى ټولو له دولت نه د نوموړي د محاكمه كولو غوښتنه وكړه، او ګواښ يې وكړچې كه محاكمه نه شي نو دوى به په راتلونكو ټولټاكنوكې په برخه اخيستلو غور وكړي. د خوست ښار د ج� �ګو په تالاركې يوه داسې لويه غونډه جوړه شوې وه چې د سيمې يوشمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو د سياسي اوټو� �نيزو ګوندونوغړيواو مشرانو سربېره پكې په سلګونو ځايي اوسيدونكوپكو هم ګډون كړى وو. له د ډلې د م جاهدينوملي اسلامي شورا مش مولوي محمدسردار ځدراڼ وويل چې موږ له مركزي دولت څخه په كلكه سره غواړو چې پد� �ام دمحاكمې مېرزته راكش كړي او كه داسې ونه شي نود خوست ولس به په راتلونكو ټولټاكنوكې په ګډون كولو غور كوي ځكه د دوى په وينا ولس مشر تردې مهال هيڅوك هم له ګريوانه راونه نيول چې قانون پرې عملي كړي. ويناوالو وويل چې په كابل كې ځينې كړى پاڅيږي په ډاګه د بل بي عزتي كوي خو بيا هم مجرم ازاد ګرځي . چې ښه بې� �ګه يې د عبدالرشيد دوستم او اكبرباى مسئله ده. له غونډې وروسته يولاريون وشو چې د ښارپه واټونو كې له ګرځيدو وروسته د غازي امان الله په وياړجوړشوي مينارته وورغلل او په هغه يې د ګلونو هارونه كيښود� �. او په پاى كې يې يوه پرېكړه ليك هم وړاندې كړ چې دولت يې د پدرام په محاكمه كولو ټينګارشوى و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سميع الله تړون د سولې د شاعرۍ سر لارى", "output": "سوله په ننني افغانستان كې د خوب په څير ده ،هغه خوب چې تعبير يې برعكس راخيژي . سوله له افغانانو دومره ليرې تښتيدلې ده چې بيا راستنول يې يوازې دافغانانو � �ه يو والي سره تړاو لري. اود هغو ورځو شپو كيسې لكه افسانې او نكلونه موږ جګړه ځپلي نسل ته راپاتې دي چې زموږ د پلرونو او نيكونو سرښندنو پكې د شوروي په څير يو لوى زبر ځواك په ګونډو كړ. له هغې وروسته بيا پر افغانانو څه تير شول ، ټوله نړۍ يې شاهده ده.خو هغه څه چې نن پر افغانانو تيريږي دا د سولې د راګرځولو چل او هنر نه دى ، دا د زور له لارې د افغانانو تابع كول دي .د ډيموكراسۍ اصلي ځانګړنه فردي ازادي اود وينا ازادي ده ،ولس ته د خپلواكې سا اخيستنې د لارو چارو برابرول دي،خو په افغانستان كې دډيموكراسۍ كورنيو او بهرنيو مدعيانو ته ددې مفهوم بېله مانا لري ، دلته يې ځانګړنې برعكس پلې كيږي.راځئ ، له انصافه كار واخلو ،د كورنيو جنګسالارانو له � �اسه په كورنۍ جګړه كې افغانان وځپل شول او ډول ډول تيري پرې وشول ، نړيوالو ځواكونو هم پر هماغه پله پښه كيښودله او پر افغانانويې هغه تيري وكړل چې په ۱۹۹۰ كلونو كې پرې تير شوي وو.د بشري حقونو نارې تش په نامه پاتې شوې او حامد كرزي د افغانستان د ولسمشر په توګه د افغانانو د حقونو دفاع ونشوه كړى او ټول پښتانه يې دجګړې په كومي كې ور وغوځول .پښتانه يې دومره بېوسه كړل چې د خپلو حقونو غوښتل يې له ياده ووتل او دسرونو د ژغورنې لپاره يې غورځې پرځې پيل كړې.دا له بده مرغه يو حقيقت دى او له څنګه يې په پټو سترګو تيريدل د افغانانو له تاريخ سره جفا ده. سميع الله تړون د نورو افغان شاعرانو ترڅنګ دا جرت ځانته وركړ چې پر ولس ، سيمه او خاوره يې تاوتريخوالى د شعر پر ژبه وغندي .شونډې ګنډم په نوم د يار پابندي ولګيده دپاكې مينې په اظهار پابندي ولګيده كله چې د وينا ازادي اعلان شوه ،يوازې هغو خلكو له دې ازادۍ څخه ګټه واخيستله چې د كرزي په حكومت كې يې لوړې څوكۍ درلودلې او له خپل واك او ځواك څخه يې ناوړه ګټه پورته كړه .خو هغه ولس چې د بمونو ، بمباريو او زور زياتي لاندې ژوند كوي ، د خپلو خپلوانو د بدن ټوټې يې وليدلې چې په باروتو وسوځيدلې خو هيڅكله دېته پرې نښودل شول چې بريد كونكي وغندي . يو نيم چا چې دغه بد بشري چلند وغانده ، هغه بيا د القاعدې يا طالب په نامه نامالومه زندانونو ته واچول شو .په ژبو وه خو دا په ظلم باندې ظلم وشو چې مو د سترګو په تكرار پابندي ولګيده دتړون شعرونه د� �باري شعرونه ، نه دي ، دده په شعرونو كې حقيقت پروت دى او د هرافغان د زړه درد پكې رانغښتى دى .كله چې تاسو د كونړ يو ليرې پروت كلي ته ورشئ او هلته له يو ماشوم وپوښتئ چې په سيمه كې يې څه تيريږي ، نو هغه به سم لاسي د تاوتريخوالي او اور وژنې پر كيسو خوله پرانيزي .كله چې بيا له دې ماشوم وپوښتل شي ، ايا دى په سيمه كې د ح كومت په نامه څوك پيژني ؟ دا ماشوم به له ويرې د لږ ځنډ لپاره غلى شي او بيا به دهغه زور زياتي يادونه وكړي چې د كرزي د وسله وال پوځ په نامه پخواني جنګسالاران يې له ځايي خلكو سره كوي.دا زما يوه تجربه ده ، همدا پوښتنې ما له يو ماشوم كړې وې ، هغه ماشوم ټپي شوى وو ، پر كور يې بم لګيدلى وو ، د كورنۍ څو غړي يې وژل شوي او دى ټپي شوى وو ، راسته لاس او سر يې مات وو خو ده بيا هم پر خپله ماشومه ژبه پر هغه چا لعنت ويلې چې دده د كورنۍ د غړو ژوند يې واخيستلو .كله چې دا ماشوم رالوى شي ، تاسو څه فكر كوئ چې دده د ژوند موخه به څه وي ؟ بيشكه چې دى به د تل لپاره ځوريږي او د خپلې كورنۍ د غچ فكر به له ځان سره ګرځوي .دا ماشوم د ترهګرۍ پر ضد د جګړې قرباني دى . د تړون په � �عرونو كې دغه حقايق رانغښتي دي .۲۰۰۱ كال د سپټمبر پر ۱۱ د امريكا پر تجارتي مركزونو بريد چا كړى وو ؟ دې پوښتنې ته اوس د لويديځ په رسنيو كې ځواب ويل شوى دى .دا بريد نه طالبانو كړٰى وو ، نه پښتنو كړٰى وو او نه له افغانستان څخه شوى وو ، دا بريد عربانو كړى وو خو سزا يې پښتنو ته وركړل شوه او تنكيو ماشومانو، ميندو ، خويندواو نورو ملكي افغانانو ته وركړل شوه.سميع الله تړون د يو شاعر په توګه مجبور شو چې دا وغندي او تاريخ ته ددې روان حالت كيسې وليكي .تا خو ويل چې زوى مې د افغان بچىپه سوداګرو به مې نه خرڅوي ما ورله پاك حلال � �يدو وركړي په جوارګرو به مې نه خرڅوي له ولږې سر بايلي غيرت نه بايليپه شنو ډالرو به مې نه خرڅوي لكه د زهرو نه ډك تريخى لري په يرغلګرو به مې نه خرڅوي ده خو له ځان سره پردي راوستل زموږ خوښو ته يې سپي � �اوستل په تيرو څلورو لسيزو كې چې افغانانو په كوم واكمن باور كړى دى خلك يې په كندو كې اچولي دي او د خلكو له باور څخه ناوړه ګټه پورته كړې ده .افغانستان د مځكې پر مخ د يو هيواد په توګه حق لري چې له نړيوالې ټولنې سره نژدې اړيكي وساتي خو پردي هيوادونه دا حق نه لري چې د افغانانو هر څه يرغمل كړي .د۲۰۰۱ لومړي كال له نومبر و� �وسته بهرنيو پوځونو ته افغانانو د سولې د راګرځولو لپاره ښه راغلاست ووايه چې هيواد يې ارامه شي خو بهرنيو ځواكونو نه يوازې سوله رانه وستله بلكې تاوتريخوالى يې نور هم پراخ كړ.كله چې په ۲۰۰۲ كال كې د بهرنيو ځواكونو ډلې دافغانستان بېلا بېلو ولايتونو كې ځاى په ځاى شوې ، خلكو يې ملاتړ وكړ او نارې يې ووهلې چې موږ سوله غواړو .خو بهرنيو ځواكونو د افغانانو له ملاتړ څخه ناوړه ګټه واخيستله او ډير بې ګنا خلك يې ووژل، وځورول او په زندانونو كې يې واچول .دا حالت اوس له زغمه وتلى دى ،خو سميع الله تړون دوه كاله وړاندې پخپلو شعرونو كې ګواښنه كړې وه چې له خلكوسره دې سم چلند وشي او پرته له هغې يې د اوسنيو حالاتو اټكل يې كړى وو.زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي ما له افسوس د خپلې مينې په انجام راځي افغانستان اوس پرته د جګړې له ډګره نور هيڅ هم نه دى او نه كومه بله لاسته راوړنه لري . مځكه ، هوا ،دولتي ادارې هر څه يې پرديو سره دي .حكومت دداسې خلكو په لاس څرخيږي چې هم امريكا ته پكى وهيي او هم دامريكا او افغانانو ګډ دښمن ايران ته جاسوسي كوي .ځكه خو ښاغ� �ى تړون وايي .زموږه ځمكه او فضا اوس له پردو سره دهتور تم زموږه دى رڼا اوس له پردو سره دهډاكټر داود م يركى يو افغان دى ، ده د ۲۰۰۸ كال په لومړيو كې د هغو ماشومانو عكسونه خپاره كړل چې په افغانستان كې د كيمياوي وسلو د كارولو له كبله نيمګړي ، شل او شوټ زيږيدلي دي . دې عكسونو ته غبرګونونه ځكه كمزوري وو چې د وينا ازادي يوازې د هغه چا لپاره ده چې د امريكا لپاره خبرې كوي او يا د كرزي لپاره خبرې كوي .نو ځكه چا ددې جرت ونه كړ خو سميع الله تړون دې مسالې ته پخپل شعر كې اشاره وكړه .دلته باروت راځي بمونه راځي زموږه خاوره كې مكروب شيندي تاسو باور وكړئ چې ما تر اوسه پورې له تړون سره له نژدې نه دي ليدلي ، د هغه د شعرونو ويډيو مې ليدلي او په مجلو كې مې لوستلي دي ،خو حقيقت بايد پټ پاتې نشي .سميع الله لا زلمى دى او له ده سره د شعر او ادب په � �ګر كې ډيرې هيلې تړلي دي . هغه چا چې ښاغلى تړون په مشاعرو كې ليدلى وي ، هغه پوهيږي چې دې تنكي شاعر يې په شعرونو سره د ولس ترمنځ څومره شهرت ترلاسه كړى دى .كله چې دى د شعر د ويلو لپاره روانيږي نو ټول ناست كسان ورته دريږي او كله چې له سټيجه راښكته كيږي ، بيا هم ټول ناست خلك ورته دريږي. ددې مانا داده چې دده په شعرونو كې د خلكو اواز پروت دى او د خلكو اواز د سولې اواز دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شهیدې څانګې ته", "output": "څاڅکي څاڅکي وینې ستا د شرنګ په ماتیدو خپهپریوتې په زړونو څنګ په څنګ په ژړیدو خپه زه دې دومره پیژنم چې ته وې د ښکلا څانګهاوښکې په ګریوان د قلم رنګ په څڅیدو خپه تور توپان چاپیر شو ستا د ژوند له پسرلي ځینېڅانګې او ګلونه رنګارنګ په کوچیدو خپه لاړل ښایستونه د رنګین بهار له زلفو نهڅوکې د شمشاد، غیږ د ګوربت په خواریدو خپه ستا د ځوانۍ لښته یې بې وخته ماته ماته کړهژاړي بلبلان د تور خزان په خوریدو خپه لاړې جنتي شې په فردوس کې آرامه شې څانګې باور وکړه هر یو ګل دی په لیمو خپه ۱۹ / ۳ / ۱۳۸۶"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پز پرې کړي که شرم درلوداي نو دچړې نوم به ئې نه اخيست", "output": "پز پرې کړي که شرم درلوداي نو دچړې نوم به ئې نه اخيست ع٠پتمل په دي وروستيو کي دوه موضوعات د رسنيو د سر ټکي جوړوي ولس مشريزي ټاکني او د ولسمشر د لمړي مرستيال او ولسمشر ترمنځ د اختلافونو لړۍ څه موده وړاندي دوزيرانو شوري په ناسته کي د لمړي مرستيال ضيا مسعود او ولسمشر ترمنځ لفظي شخړه وسوه چه خبره ان د تاوت� �يخوالي تر کچي پوري ورسيده چه لمړي مرستيال ضيا مسعود ولسمشر دامريکا ګوداګۍ او د بل د لاس اله وبلل او پخپل وارسره ولسمشر کرزي خپل لمړۍ مرستيال د ګوډاګي ګوډاګۍ وباله. البته دغه لفظي شخړه او تاوت� �يخوالې د وزيرانو په منځګريتوب سره پاي ته ورسيد. ښکاره خبره ده چه دواړو اړخونو ته لا ښه د وړاندي خپل مواقف او صلاحيتونه تر لمرروښانه او جوت وه چه د چا دپاره کار کوي او هغه د انګريزانو په ژبه دکومو پروژو دپاره ( IPs ) يا تطبيق کوونکي مرجع ټاکل سويدي ځکه چه ددوي خپلي خبري ددوي پرعمل صدق کيد� �اي سي. زما په اند ددوي اصلي څهره ملت ته بربنډيدل البته ددوي پر راتلونکي انتخاباتي مبارزه خام خا منفي تاثير ښندلاي سي چه عواقب به ئې هم منفي و اوسي. داچه دوي په صحيح توګه د وخت درک ونه سواي کړاي او تر وخت مخکي ئې خپل ځانونه او هويت افغان ولس ته څرګند کړ دا به نو ځکه ددوي خپله ګناه وګڼلاي سو. ښکاره ده چه د ولسمشريزو ټاکنو دپاره وخت رانزدي سوي دي او په قوي احتمال سره به ددغو کسانو څ خه يو وار بيا وغواړي چه ځانونه د افغان ولس مشرتابه ته ونوموي تر څو وکولاي سي چه د ملت څخه د باور رايه ترلاسه کړي او د خپلي هغه پخوانې وړتيا د مخې ددوهم ځل دپاره ددغه غم ځپلي ولس چوپړ ته راودانګي او خپل و� �س ته د خدمت جوګه سي فکر کوم چه دا به حال، خيال او جنون وي. افغان واکمنان په لمړي سرکي خورا تاوده تاوده کيږي او په غوړو وعدو ورکولو کي خورا مخکښ او ژبور وي او کله چه د کار پاي سي اصلي حقيقت خو وائې نه بلکه ځني وويل سي چه اوبه تر ورخ تيري دي اوس څه نه کيږي په وروسته کي په ئې سره ګورو. ښه به دا وي چه په لمړي سر کي د رښتينولي څخه کار واخيستل سي چه وروسته بيا د ولس د خوا پړ ونه بلل سي او يا هم په و� �کړ سوو وعدو کي درواغجن ثابت نه سي. د راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو دپاره د نومول سوو ښاغلو څخه هيله کوو ترڅو په هغه بڼه ځانونه ولس ته ور وپيژني لکه څنګه چه دي او د ملت په سترګو کي د خاورو شيندولو څ خه ډډه وکړي ځکه چه په غوړو وعدو او تير ايستلو سره فکر نه کوم چه دا وړۍ به شړۍ سي. خداي دي وکړي چه د م وضوع څخه بهر نه يم وتلي او د ليکني اصل مطلب ته راګرځم. پروفيسر برهان الدين رباني چه د مجاهدينو د بريا وروسته دافغانستان دپاره ددوي دوهم ولسمشر وه چه البته تر ټاکلي مودي به ددولت رياست کوي وروسته به واک يو � �نډ مهاله اداري ته سپاري ولسمشريزي ټاکني به کيږي ولس چه هرچاته رايه ورکړه هغه به دافغانستان زعيم ټاکل کيږي خو بدبختانه نوموړي ته ارګ او د ولسمشري کرسۍ دومره محبوب سول چه کلونه ئې ځان په نامشروع توګه د واک پر ګدۍ سپور وساته چه دنوموړي ښاغلي د واک په دوره کي شا او خوا 60000 ملکي افغانان په شهادت ورسيدل او کابل هم په کنډوالو بدل سو او دخپل هغه شوق او ميني د کبله چه ددغه کرسۍ سره ئې درلوده البته دکابل څخه د طالبانو د خوا د شړل کيدو سره سره ئې دغه سلطنتي کرسۍ ان تر فيض اباد او کولاب پوري په ځان پوري تړلې ورسول او نن يو وار بيا دغه پر افغانانو مينه څهره د افغان دولت پر محض په نامه ولسمشر ږغ کوي چه تر ټاکلي مودي وروسته خپله د واک موده ونه غزوي او واک يو لنډ مهاله اداري ته وسپاري تر څو مشروعيت ئې خوند ي وي لکه څ� �نګه چه ده ښاغلي دخپل قدرت پر مهال کړې وه. زما په اند پروفيسورصاحب د هغه پښتني متل مصداق ګرزي چه واي پز پري کړي که شرم درلوداي نو د چړې نوم به ئې نه اخيست کنه نو قضاوت ئې خپله پرده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخوسي سر", "output": "شايد لږه شېبه وړاندې به دغه سر د خوسي له تنې جلا شوى و ، خوسترګې يې هماغه شان پرانيستې وې . څو کسان دقصابۍ هټۍ ته ولاړ و ، قصاب په تيره چاړه دغو ښې ټوټې جلا کولې او سر په پرانيستو سترګو دهر څه ننداره کوله . حيران وم ، ما وې څنګه سر په چوپه خوله ، له ځانه د غوښې دټوټو د جلا کولو تماشا کويخ� �کوته هم په فکر کې وم ، هغوى ټولو لېدل چې سر ورته مړې سترګې ګوري خو دوى په ګېډو لاسونه وهل ...حيران وم ، شيبه وروسته مې يو نااشنا غږ واوريد ، ځانته مې پام شو خالي اسکليت پاتې وم ، څو چاړه په لاس کسان رانه راتاو دي او چړيې زما په هډوکو خولې لګوي . شاو خوا مې وکتل خلک مې تماشا ته چوپه خوله ولاړ دي او په شونډو ژبې راکاږي .نعمان دوست ١٣٨٥ د زمري ٢٥ مه ، کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "G8 له افغانستان او پاكستان سره دهمكارۍ ژمنه وكړه", "output": "(جي اته) صنعتي هيوادونو دافغانستان او پاكستان سره دهمكارې دملاتړژمنه وكړه.دغه غونډه چې تيره ورځ په المان كې داتو صنعتي هيوادونو(جاپان،روسيه،متحده ايالتونو،بريټانيه،كاناډا،جرمني،فرانسه اوكاناډا) دباندنيو چارو دوزيرانو له لورې ترسره شوه،په ترڅ كې ديادې شوې غونډې له لورې يوه ګډه اعلاميه خپره شوه،په اعلاميه كې دغو اتو ګردو صنعتي هيوادونو ژمنه په ډاكه كړې چې،د خپلو دوو اسيايي هيوادونو ،پاكستان،افغانستان اودسيمي ،دام نيتي،اقتصادي،ټولنيزو او دترهګرۍ په وړاندې دمبارزې په چاروكې ګډه مرسته اوهمكاري كوي.دغو هيوادونو همد� �انګه ټينكار كړى، چې دافغانستان او پاكستان له دولتونو سره، او ددغو هيوادونو په بيلابيلو برخو كې دبنسټيزو پروژو دپلي كيدو له لارې خپلو مرستو ته دوام وركړي.په اعلاميه كې افغان او دهغه سيال وزير دخپلو دو� �تونو ترمنځ شوي ژمنې بيا له سره تازه كړې،او ټينكار يي وكړ چې، د دواړو هيوادونو ترمنځ دامنيتي،اقتصادي،په پاكستان كې دافغان كډوالو دستونزو دله منځه وړلو او همدارنګه د ټولنيزو چارو په برخو همغږي رامنځ كوي.ښاغلى � �صوري او سپنتا د المان د دولت له لورې دغه هيواد ته وربلل شوي ترڅو،په يوبل باندې تورونه يوې خواته كيږدي، اودخپلو هيوادونو ترمنځ شوي ژمنې له سره تازه كړي.په دې وروستيو كې افغانستان او پاكستان دخپلو ګډو پوليو او په پاكستان كې د افغان ګډوالو دستونزيو پرسر اړيكې څه ناڅه ترينګلي شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بنگلدېش کې مظاهرې پاى ته ورسېدې", "output": "په بنگلدېش کې د مخالفو گوندونو د څو ورځو سختو م ظاهرو وروسته د دغه هيواد ولسمشر ايازالدين د انتقالي دورې له مشرۍ څخه د گوښه کېدو اعلان وکړ، همدا راز نوم وړي د عامو ټاکنو د نېټې د وروسته کولو اعلان هم وکړ. ولسمشر ايازالدين د مخالفينو غوښتنې ومنلې او عامې ټاکنې کوم چې اټکل شوى و چې د روانې مياشتې په پيل کې به تر سره شي هم يې وځنډولې. نوموړي دا اعلان تېره شپه د ټلويزيون له لاري په يوه وينا کې وکړ او زياته يې کړه چې نور به د انتقالې مشر په توگه د ده مشاور چاري پر مخ بيايي او په خپله به د ولسمشرۍ په دنده پاتي شي. مخالفو ډلو ايازالدين په دې تورنوو چې د پخوانۍ لومړۍ وزيرې خالده ضياء پ� �وي کوي او د نوموړي د گوښه کېدو غوښتنه يې کوله چې د څو ورځو راهيسي يې په پلازمېنه ډاکه کې سختې مظاهرې ترسره کړې د مظاهروپه دوران کې د پوليسو سره په نښتو او نورو بېلا بېلو پېښو کې په لسگونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هرات کی دسرک جوړولودپنځه پروژوکارپیل شو", "output": "; دهرات دری ولسوالیوکی په سرک دریګ اچولوپنځه پروژی پیل ددری میاشتوپه اوږ دوکی به تکمیل شی لګښت دمخدره موادووزارت له خواورکول شوی چاری یی دملی پیوستون پروګرام څخه په مخ ځی نورحال له سیمی زمونږخبریال راکوی.دهرات ولایت دکلیواوپراختیاریاست ویاند محمدفرهادقازی زاده ازادی را� �یوسره په خبروکی وویل دغه پنځه پروژی دګلران ،غوریانو،اوګذره ولسوالیوکی پیل شوی«په سړکونودریګ اچولوپنځه پروژی عملادری ولسوالیوکی پیل دکلیوپراختیاریاست ترڅارنی لاندی کاردغزاپه بدل کی پیل شو»ده دخبروپه دوام وویل مربوطه دسرک رغونی بروژی دولسی خلکوپه غوښتنه د۳۵کلومتره په اوږدوالی ۶متره سورسره ۱۵سانتی ریګ اچونی سره دکلیواوپراختیاوزارت په منظوری پیل شوی لګښت دمخدره موادودمخنیوی وزارت له کومکی بودجی څخه اج� �اشوی دی.ټولټال لګښت یی ۱۰ملیونه څه دپاسه شپږسوه زره افغانی شوی ددری میاشتوپه اوږدوکی به یی کارتکمیل � �ی. بایدووایم چه هرات په داوروستیوکی دمخدره توکوکروندوڅخه سفراعلان شوپه بدل کی یی داړونده وزارت له خواکروندګروسره دیوملیون ډالرومرسته وشوه له همدغوپیسوانجیل ولسوالی کی د۷کلومتره بل سړک ریګ اچونی کارهم پیل شوچه ټول مالی ګښت یی څه دپاسه ۲ملیونه ۴سوه زره افغانی یادی شوی کاریی ولسی وګړی په مخ بیایی دکارپیل څ خه یی ګڼه خلکورضایت لاره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د تيري جريدې (ترينكوټ) دوې پرله پسې گڼي چاپ سوې", "output": "د تيري پنځلس ورځنۍ جريدې دوې پرله پسې ګڼي له چاپه راووتې. تيرى له روزګان څخه خپرېدونكې پنځلس ورځنۍ جريده ده، چي پخوا يې درې ګڼي يې د ت� �ينكوټ په نامه خپرې سوي وې، اوس يې پرله پسې څلورمه او پنځمه ګڼه د تيري په نامه تازه له چاپه راووتې چي له ترينكوټ څخه تيري ته د نامه بدلولو علت يې هم په يوه مقاله كي روښانه سوى دئ. درانه لوستونكي كولاى سي چي پر لاندي پتو د مطالبو د خپرولو او اخبار د ترلاسه كولو دپاره تماس ونيسي: اړېکى: موسس او مسول: ٠٧٠٠٣٣٥� �٩٠ مرستيال: &nbs; p; ٠٧٠٠٣٢٦٣٣٠ ايميل: farzan_ltf@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پاکستان کې زلزلې دوام لري", "output": "د پاکستان د هوا پېژندني او د زلزلې د څانګو دفتر اعلان کړی دی چې د شنبې دسختي زلزې نه وروسته، ١٤٠ځله دپاکستان د هوا پېژندني او د زلزلې د څانګو دفتر اعلان کړی دی چې د شنبې دسختي زلزې نه وروسته بيا تر پرونه (دوشنبې) پوري ١٤٠ ځله د زلزلو نور سخت ټکانونه تر سره سوي دي . ددې دفتر د اعلان په قول دپورتنيو زلزلو دشمېر نه، ٢٩ځله د مځکنیو لړزو د سختوالی اندازه د ٥ نه بيا تر ٦ ريکتره ثبت سوې ده کوم چې د مځکې په شکم کې د موجو نود ښور ماښور زور ښيې . دغه دفتر زياته کړېده چې د مځکې په تل کې دداشاني موجونو شتوالی، دا احتمال را برسېره کوي چې تر نورو ٣٦ ساعتو پوري به همداشاني پس لړزې دوام ولري . د شنبې دورځې هيبتناکه زلزله چې نيم پاکستان يې د اسلام آباد، لاهور، فيصل آباد، ملتان، سرګوده، راولپنډۍ او دکشمير سرحدي سيمو په ګډون يې په ډېر زور سره وښوراوه، د څلوېښت زرو په شاو خواکې انسانان يې ووژل ، په زرګونو نور يې ژوبل اوتر پنځه مليونه پوري انسانان ئې بې کوره کړه . تر اوسه پوري داسي طبيعي ناورين او د مرګ ژوبلي دومره لويه اندازه ددې سيمو په تاريخ کې ساری نه درلود ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هالند يوه جټ الوتکه غزنى کې غورځيدلې ده", "output": "د سوله ساتو ځواکونو په خپره شوې پاڼه کې � �اغلى چې د هالنډ هېواد يو وزر١٦ F جټ الوتکه د پنجشنبې په سهار ٧ بجې د ناڅرګندو لاملونو له مخې د هېواد په جنوب کې غورځيدلې ده او د پيلوټ مړى يې پيدا کړي دي . الوتکه د غزنى ولايت کې راپريوتې ده او خبر پاڼه نه منى چې الوتکه دې د بريد له امله نسکوره شوې وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کلتور وزارت کې يو شميرنوې ټاکنې شوې دي", "output": "د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو وزارت په وړانديز او د افغانستان د جمهوري رياست په منظورۍ ددغه وزارت په مربوطاتو کې دغه ټاکنې شوې دي . نجيب منلى د وزارت د مقام د سلاکار په توګه ، محمد ظاهر غوث د افغانتور د ريئس په توګه ، محمد ظاهر حسن د ورځپانو او نو� �و چاپي خپرونو د توزيع د رئيس په توګه ، محمد حليم تنوير د مطبوعاتو د نړيوال مرکز د رئيس په توګه ، مرضيه حباب د ځوانانو په معينيت کې د حقوقي حمايتونو د جندر د آمرې په توګه ، او محمد عمر ايوبي د آزادۍ د مطبعې د � �ئيس په توګه ټاکل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زابل کې درنده جګړه شوي", "output": "د زابل ولایت د والي ویاند ګلاب شاه علی خیل وایې چې د یکشنبې په سهار د دې ولایت په مربوطاتو کې پر لویه لاره د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ درنده جګړه وشوه. د علي خیل پر وینا جګړه هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو له سیمې څخه د ناټو ځواکونو په یوه تیریدونکي لوجستیکي کتار برید وکړ. د علي خیل پر وینا چې له برید سره سم افغان پولیس او ملي اردو سرتيري سیمي ته ورسیدل چې په جګړه کې ۳۲ تنه طالبان وژل شوي، ۱۸ موټر سایکل او یو شمیرې وسلي ترینه پاتي شوي دي. علي خیل دا هم ومنله چې د دې کتار ۵ ساتونکي هم د طالبانو په برید کې وژل شوي دي. آه خوا طالب ویاند قاري یوسف بیا وایې چې په برید کې یې ۲۵ حکومت پ� �وه سرتیري وژلي او یو شمیر موټر یې هم سوځولي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فارياب ، زابل، غزني او پکتيا کې اخ او ډب", "output": "دفارياب د شيرين تګاب ولسوالۍ کې د يو وسله وال بريد پر مهال څلور تنه دولتي پوليس وژل شوي دي . د فاريا ب د امنيه قومندان جنرال خليل الله ضيايي د بريد پخلۍ کړي او وايى په دې اړوند يې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي . د زابل ولايت د قلات او شاجوى تر مينځ سيمه او د ميزانې ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ اخ او ډب رامينځ ته شوي دي . د زابل د امنيه قومندان منلې چې يو تن پوليس مړ او ٣ تنه ټپيان شوي دي . ده ادعا وکړه چې چې د يو ملکي وګړي د ټپي کيدو په ګډون ٥ تنه طالبان په دغو بريدونو کې وژل شوي دي . د غزنى ولايت د بند سردې په سيمه کې هم جګړه شوې ده يو طالب وياند ادعا کړې ده چې د پوليسو دري موټر يې له مينځه وړي دي .په پکتيا کې امنيتي چارواکو ادعا کړې ده چې د ګرديز ښار ته نږدې يې ٧ تنه مخالفين نيولي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امرونه بيګانه دي", "output": "په سلام خوله نه ماتيږي لغاتونه بيګانه دي لمانځونه که ثواب دي جوماتونه بيګانه دي زمادافغان ورونه مسلمان په دنيانشته ارام يي څوګ پريږدي نه داوختونه بيګانه دي زماداکونډي رنډي تش ژاړاته ندي جوړي داوخت بې لمنځه راغلی دي شوقونه بيګانه دي پښتون مي نه شرميږي دپښتون به عزت باندي اجنابوعزت ډيردي عزتونه بيګانه دي که هرڅوورته وکړي پښتنوپښتوخبرې دنن ورځ پښتانوعادات خويونه بيګانه دي که يوځل داحمدپه قدم يوقدم هم واخلي هرڅه به موخداي سم کړي که امرونه بيګانه دي دنن ورځې رهبره دخوشحال په چم راووزه په څنګ کي دولاړنن تربورونه بيګانه دي چين ديووا ښار ١٢\\٨\\٢٠٠٥"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکې او افغانستان د218 ميلونو ډالرو مرستو تړون لاسليک کړ", "output": "د عامی روغتیا وزیر، سيد امين فاطمي، د مالیې وزیر انوار الحق احدي اوپه کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، ویلیم ووډ، نن په کابل کې د جمهور رئیس حامد کرزی په موجودیت کې د امریکا له لورې د افغان حکومت سره د دوه سوه اتلس میلونو ډالرو مرستو تړون لاسلیک کړ. د تړون لاسلیکولو په وخت د امریکا د پراختیایې ادارې یا یو اس ای آی ډي رئیس هم ناست و. ددی پیسو جملې ځنی یوه اندازه یې په دیارلسو ولایتونو کې په روغتیایې چارو ولگول شي. د امریکا سفیر وویل چې دا لم ړې ځل دی چې د امریکا دغه پراختیایې اداره د یوهیواد په حکومت باور کوي او خپله مرسته د حکومت د لارې په مصرف � �سوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزني: د ناټو د پولنډي سرتیرو پر موټر د ماین چاودنه", "output": "ميرويس جلالزی د غزني په ولایت کې د ناټو د پولنډي سرتیرو پر موټر د ماین په چاودنه کې یو سرتیری وژل شوی او پینځه نور ژوبل دی.د پولنډ له مرکز وارسا څخه د بینوا ویب ګرځنده همکار خبر راکړ چې دغه پیښه پرون د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د دیسې په نامه کلي کې رامنځ ته شوي ده .پولنډ تیر کال په غزني ولایت کې له امریکا څخه ډیري پوځي چارې په خپله غاړه واخیستي.د پولنډ د دفاع وزارت پر وینا چې دمګړۍ شاوخوا ۲۰۰۰ پولنډي سرتیري په غزني کې ځای پر ځای دي چې په افغانستان کې د دغه ملک د ماموریت له پیل راهیسي د دغه هیواد ۱۱ سرتیري وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حآمد کرزی او په افغانستان کي د ايساف نوی مشر", "output": "افغان ولسمشر حامد کرزي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د يوې برخي څخه ليدنه کتنه وکړه ، دا ليدنه کتنه په داسي کابل د اګست د مياشتي څلورمه افغان ولسمشر حامد کرزي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د يوې برخي څخه ليدنه کتنه وکړه ، دا ليدنه کتنه په داسي حآل کي وشوه چي د افغانستان له پاره د ناټو د ځواکونو کومندان جنرال ګرهارډ هم حاضر و . همدا ډول نن په کابل کي د ناټو د نړيوال امنيتي فوځ نوی ايټالوي قومندان جنرال ماورو ډل ويکچيو د ای ايس اف يا نړيوالو سوله ساتو ځواکونو بيرغ په لاس کي واخست ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګــــــــــــــــرم څـــــــــــــــوک دی؟ (د انجنیر ارشد نور لیکنه )", "output": "تېرې درې لسیز ې ،چې زمونږ د هېواد یوه توره دوره بلل کیږي، زمونږ هېوادوال ترې نه ډېرې بدې خاطرې لري،چې ډیر ځوانان يې د خاورو لاندې کړل، زمونږ هېواد يې د نړۍ د نورو هیوادونو څخه په زرونو کاله ورسته پاتې کړ، دري نسله په کښې تباه شول او لا کیږی، د کوچنيانو نه نیولې تر ځوانانو او سپین ږیرو پورې د عقلونو او فکرونو څخه خلاص شول، د هیوادوالو د تعليم او زده کړې لار بنده او په خپل منځي جنګونو د دوښمن په لمسون بوخت شول، په دې جنګونو کښې ټولو قومونو ته زیات زیانونه ور ورسیدل، او د هغو څخه یو هم پښتانه دي، کومو،چې په دې لسیزو کښې نه یواځې خپل ځوانان د لاسه ورکړل، بلکې د دوی ژبې او کلتور ته هم زیات زیان ورورسید. په دې جنګونو کښې په مستقیم او غیری مستقیم ډول پښتو او پښتانه په نښه شول، د پښتنو دښمنانو د وخت نه په استفادې د پښتنو د پرمختګ لاره بنده کړه، او زیات کوښښ يې وکړ ترڅو دوی ورک کړي، په پښتنو يې د ډاراچونکو یا تروریستانو، طالبانو، بې تعليمه او نور نومونه کیښودل، او پښتانه يې دنیا ته د پرمختګ په لار کښې د ټولو څخه ستر ګواښ وښود. د پښتنو کورنيو او بهرنيو دښمنانو پښتانه او پښتو د دوستۍ په نوم وټکول ، ځانونو څخه یی اول خواږه دوستان جوړ کړل او پښتنو ته يې وویل،چې مونږ سره وروڼه یو، مونږ سره یو یو، زمونږ دښمن یو دی، مګر د پردې شاته کيسه بله وه، دوستان ،دښمنان وه، او د دوستانو څخه دښمنانو دښمنان جوړ کړل . مګر پښتانه په دوی پوه نه شول او هغو يې د زړونو څخه خپل دوستان تسلیم کړل ، او په دې دوستۍ کښې دومره ډوب شول ،چې خپله درباري ژبه يې هم بدله کړه، د وخت واکمنو، خو بيخي پښتو هیره کړه، او په قراره قراره روانه ده ورکیږي (!) د پښتنو څخه که پوښتنه کوې نو د هغوی ځواب دا وي ،چې د هیواد مشران پښتانه دي، مګر دا فکر نه کوي ،چې د همدې مشرانو د لاسه خو مونږ نن دې حال ته راورسیدو، په خپل کور کښې په خپله ژبه ویلو ویریږو، ځکه خپل مشران مو د چوکو د ساتلو په خاطر وايې ،چې تاسو تعصب لرئ د نورو سره، او دا فکر نه کوي ،چې نورو مونږ سره څه وکړل او څه کوي . که کښينم ننگ وناموس ځي کــــــه پاڅم پاڅي طوفـــــــــان که مونږ د ځان څخه یوه پوښتنه وکړو، چی چا نن دې ځای ته مونږ را ورسولو ،چې اوس مو په خپل کور کښې خو لا څه کوې په ټوله نړۍ کښې ځای نه کیږی، نو مونږ ته به په لومړي قدم کښې د وخت پښتانه واکمن او ځنې پښتانه مشران را په ګوته شي ، او بیا ورسته به هغه کسان ،چې په خپلو هیوادونو کښې يې ځای نه کیده او پښتنو ورته په خپل هېواد کښې پناه ورکړه، او اوس نور هر څه خويې لا څه کوې ،وايي دا هېواد د پښتنو نه، بلکې زمونږ دی. د دې هيواد اکثريت مونږ يو او دلته بايد زمونږ ژبې او فرهنګ ته زياته پاملرنه وشي . او که چېرې زه په لنډه توګه ووایم، نو دوی داسې نظر لري ،چې دلته بايد د ګاونډيانو کلتور او دودونه رواج او د دې ځای د اوسيدونکوخپل دودونه او رواج هير شي . مګر زه د دوی څخه هيڅ ګيله نه لرم دوی ګرم نه دي ، هغه ځکه ،چې مونږ دوی ته دا لاره خپله هواره کړې ،چې اوس په ښکاره ډول داسې وايي . په هر صورت! که زه دا ووايم ،چې اوس مونږ ته څه پکار دي چې د دې قسمه کسانو لاره ونيسو؟ نو يقيناً اوله خبره به زمونږ خپل منځي بې اتفاقي ختمول وي ، او په یو بل باندی اعتبار کول وي ، او د زړونو څخه مونږ بايد خيری لرې کړو. او د دې نه پس بايد د دښمن ګريوان ونيسو. که چېرې مونږ دا کار زر ونه کړ، نو په راتلونکي کښې به بيا اوبه له ورخه تېرې وي، دلاسه به مو هر څه وتلي وي، او د غلامۍ مډالونه به په غاړو کښې ګرځوو،نور هر څه تاسې ته پريږدم، ښه فکر پرې وکړئ ، تاسې غلامي قبلوئ او که ازادي؟ په درناوي . . . د مـدرسې وره کـې دلـګـیـره نـاسـتهد دربـــار مخې تــه زهـیـره نـاســتــهداسې ناداره شوه خپل کور کښې پښتـولکه پـردي کـور کښې فـقـیـره نـاستــه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ولسمشرۍ دعو داران نور باید علني را ووزي", "output": "د ولسمشرۍ دعو داران نور باید علني را ووزي لیکوال: ز.ش څو ورځي وړاندي چې ولسمشرکرزي د یوه فرمان له مخې له اساسي قانون سره سم د ولسم� �ریزو ټاکنو تر سره کیدل غوښتل یو شمیر سیاسي ډلو او احتمالي کاندیدانو له هر لوري دا غوغاوي اوچتې کړې چې ولسمشر مونږ غافل کړو، د انتخاباتي کمپاین لپاره فرصت نه شته او...... خو چې خبره بیرته د زمرې ۲۹مې ته ټال شوه داسي ښکاریده چې اوس به د ولسمشرۍ احتمالي کاندیدان خامخا علني د نوماندۍ اعلان کوي او انتخاباتي کمپاین به پیلوې، خو دا دی تر دوو اونیو زیاته موده کیږي چې له شهنواز تڼې او احدي پرته نورو احتمالي کاندیدانو علني د ولسمشرۍ لپاره د خپلې نوماندۍ اعلان نه ده کړی. د دې لاملونه به ډیر وي خو یو دوو ته یې دلته اشاره کوو.لومړی دا چې متاسفانه تر اوسه د بیلا بیلو لوریو او ډلو تر منځ د پټو او پدرې تر شاه معاملو بهیر پای ته نه دی رسیدلی.دوهم د اوسنۍ ادارې او نطامس سپر خلاف بیلا بیل کسان او ډلي ټپلې سره متحدې دي، خو د ولسمشرۍ د مقام لپاره بیا د دوي له منځه تر یو درجن زیات یاران په تمه دي، دې کرسۍ ته هر یو ځآن تر بل مستحق همن ګڼي، ښایې د عملي انتخاباتيکمپاین نه پیلولو نور لاملونه هم ووي خو ډیر مهم یې همدغه دي، په هر صورت د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره هر افغان چې د اساسي قانون د احکامو له مخې د نوماندۍ ووتیا لري، دا یې مسلم حق دی، خو نور د انتخاباتي کمپاین او علني سیالیو ته د دریو اعلان ځنډولو فرصت نشته . د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم خپل شرایط لري، هغوي د هغو کسانو اعلان هم نه مني چې تر اوسه یې په ځانګړیو غونډو کې د راتلونکي ولسمشرۍ لپا� �ه سیالیو ته د دریدو اعلان هم کړی دی. نور دې ته اړتیا ده چې هر څوک د دې مقام لپاره د سیالیو هوډ ل� �ي باید رسما را پورته شي ولس ته ور ننوزي او خپل کاري پروګراک تشریح کړې. په دې کې شک نشته چې د ځیني ښاغلیو دفترونه او په یو ډول انتخاباتي کمپاین ډیر له پخوا څخه پیل دی، همدغسي د پردې تر شا د بیلا بیلو ډلګیو او افرادو تر منځ چنې او معاملې هم ډیري تودې دي. خو د راتلونکي ولسمشرۍ لپاره سیالانو ته په کار دي چې د پټو معاملو پر ځای علني ولس ته خپل پروګرام او کاري طرحه وړاندي کړي. که په دې کې ځنډ کوي ښایی ولس بدګومانه شي چې د علني طرحې او کاري پروګرام له اعلان سره به یې د پټو معاملو په وړاندي خنډ راځي یا ولس ته د خدمت عملي طرحه نه لري، ځکه پرې چوپ دي. پر دې سربیره دانتخاباتي کمپاین او کاري پروګرام له اعلان سرره به د نوماندو په اولس وپوهیږي چې د دوي د راتلونکي برخلیک دعوه داران څومره د دوي او څومره د خپلو او یابهرنیو د ګټو په فکر کې دي؟ دا به زمونږ د ولس ډیره لویه نیکمرغي وي چې د پټو معاملو پر پردیو د تکیې او توطیو پر ځای خپل برخلیک په خپلو رایو او خوښه وټاکل شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "استړالیا 200 نوي پوځیان افغانستان ته استوي", "output": "دا ټکی د استرالیا د دفاع وزیر روبرت هیل نن په پلازمینه کابل کښي له خپل افغان سیال سره د یو خبري کنفرانس پر مهال څرگند دا ټکی د استرالیا د دفاع وزیر روبرت هیل نن په پلازمینه کابل کښي له خپل افغان سیال سره د یو خبري کنفرانس پر مهال څرگند کږی دی . ښاغلی هیل وویل دا سرتیري به یې د نړیوال سوله ساتي ځواک ایساف د چاوکاټ په دننه کښي په افغانستان کښي د سوله ساتني په ماموریت بوخت شي . له بل لوري د افغانستان د د فاع وزیر جنرال رحیم وردگ د استړالیا هیواد دا پریکړه ومنله او د بهرنیو ځواکو شتون یې په ا فغانستان کښي د دې هیواد په سولي او ثبات کښي ارزښت من وبلل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کی یو ځانمرگئ برید کونکئ ونیول شو", "output": "نن د کندهار په نورزو شابرج کي دانصاری مېني څنگ ته یو ځانکرگی برید کوونکئ وروسته تر هغه د پولیسو لخوا ژوندئ ونیول شو چي د یواس پی ای پر کارکوونکو ئې دچاودیدونکو مواد د ډک موټر یو ناکامه برید ترسره کړ او د چاودیدونکو موادو ډک موټر تر ویالې ته ولویدئ . په سیمه کی د بېنوا خبریال بېنوا ته وویل چي چاودېدونکي مواد د امریکایانو او ملي پولیسو لخوا خنثا شوي او برید کوونکی د پولیسو سره بندي دی کندهار والي به لږ شیبه وروسته پدې هکله یو مطبوعاتي غونډه ولري چي جزیات به ئې وروسته پرلیکه شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حج ته رسيدلې حاجيان ستونزي لري", "output": "مرغومي ٢٧ سږکال تر اوسه پوري تر شل زره ډير افغاني حاجيان حج ته رسيدلي دي ، او لا يو شمير نور يې په هيواد کي د تللو لاري څآري . تيره اوونۍ په کابل کي هغو حآجيانو کوم چي دحج سفر يې تر خپل وخت ځنډيدلی و ، د کابل په ښار کي په لاريونونو لاس پوري کړی و . له بلي خوا نړيوالو رسنيو خبر ورکړی دی چي په مکه مکرمه کي هم افغاني حاجيان له ستونزو سره لاس او ګريوان دي ، دوی د خپلو لارښوونکو ( معلمانو ) څخه سر ټکوي ، او همداډول وايي چي په هستوګنځاينو ، روغتيا ، خوړو ، او حج د مناسکو په پوهيدلو کي ستونزي لري . يوه حاجي وويل چي يو شمير حاجيان خپل لارښوونکي په ورځو ورځو نه شي پيدا کولای ، او هم ځيني حاجيان د ناوړه خوړو له کبله په يو شمير ناروغيو اخته شوي دي . په کابل کي د حج او اوقافو د وزرات وياند دا نيوکي رد کړې ، او ويې ويل چي کله چي پاتي حاجيان هم ورسيږي ، د حاجيانو سره به يې همکاري نوره هم زياته شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "احمدزی وایې له کرزي نه ډاریږي(دجلالزی لیکنه)", "output": "اشرف غني احمدزي، حامد کرزي ته چ� �ینج ورکړ د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند او د حامدکرزي د کابینې د مالېې له پخواني وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د بینواویب پاڼې ځانګړې مرکه. پوښتنه: تاسو به خپل ټاکنیز کمپاین څرنګه او له کوم ځای څخه پیل کړﺉ؟ ځواب: زما کمپاین یو فکري کمپاین دی.زما د کمپاین بنسټ یې یوه علمي برنامه ولاړ دی چې لسو څخه نیولي تر شلو کلونو وخت ته اړتیا لري ، چې په ترځ کې به یې اوسنی دولت او اقتصادی حالت بدلون ومومي او د ملت جوړوني لپاره به هم مهم کارونه تر سره شي.. زما دغه پروګرام به په یوه کتاب کې چې په پښتو، دري او ازبکې ژبه به خپور شي په مفصله توګه ذکر شوی دی. په دغه کتاب کې پورتنې م سایل په مشخصه توګه روښانه شوي دي، او زمونږ هڅه دا ده چې دغه کتاب ټول ملت ته ورسوو..زما په اند چې دغه کتاب به په افغانستان کې د ملت جوړني په برخه کې چې ورته شدیده اړتیا لیدل کیږي یو بنسټیز ګام وي.زمونږ دوهم کاري لوری، د هیواد له بیلا بیلو ډلو او قومونو سره کار دی، تر څو د هغوي مشروع ګټې د دولت سازۍ، اقتصاد او ملت جوړوني په برخه کې تامین او خوندي وساتل شي..د ملت جوړونې لپاره زمونږ ډیره تکیه په ځوان کول ده. همدا اوس اوس د یو اویا سلنه افغانانو عمرونه تر یویشتو کلونو ټیټ دي او دې ارقامو ته په کتو سره زما مسولیت دا دی چې د واک انتقال باید ځوانانو ته او نوي نسل ته وسپارل شي تر څو یو باثباته هیواد نوي نسل ته وسپارل شي او هغوي افغانستان ودان کړي.زمونږ ځوان کول نن ځان د هیواد واکداران نه بولي ځکه چې د هغوي لپاره تر اوسه کوم منظم پ� �ان شتون نه لري.مونږ ډیر استعدادونه لرو خو د استعداد جوړولو بستر نه لرو.زمونږیو پوهنتونونه چې د ځوانانو د روزلو اصلي مراکز بلل کیږي په سیمیزو معیارونو برابر نه دي.مونږ لږ تر لږه اوه سوه زره مع� �ول او معیوب کسان لرو چې ډیر ځیانونه یې ګاللي او د هغوي یو شمیرو چې خپلې پښې او لاسونه یې د جنګ جګړو پر مهال له لاسه ورکړي، حتی پلاستیکي لاسونه او پښې یې هم په اختیار کې نه شته.دا مسله ډیره دردونکي ده.زما هڅه دا ده چې دغو وروڼو او خویندو ته امکانات برابر کړم ځه چې هغوي ډیر با شهامته انسانان دي او کار کوي.له دغه کاري ځواک څخه باید د ملي عوایدو په لوړولو کې د ټولني د فعالو غړو په څير ګټه واخیستل شي نه دا چې هغوي په انزوا کې وساتل شي.مونږ باید له شته کاري وړتیاوو څخه هم ګټه واخلو.نن داسي منفي نظر پيدا شوی چې مونږ ظرفیت نه لرو، زه دا وایم چې اوس مونږ یوسل او پینځه دیرش زره تنقیص شوي افسران لرو چې مونږ کولای شو د یوه ګارنیزونو په چوکاټ کې هغوي په دندو وګمارو او په امنیت کې ترینه په اغیزمنه توګه ګټه واخلو.زمونږ ډیر مجاهدین اوس بي روزګاره دي او هغوي څخه هم د سرحدونو او خپلو ولسوالیو په ساتلو کې ګټه اخیستل کیدای شي او دا ویلای شو چې په افغانستان کې ظرفیتونه موجود دي.زمونږ موخه د یوې ملې اجماع جوړول دي او دا ځکه چې مونږ باید د هیواد لوړې ګټې تامین کړو، او هغه بیلتون له مینځه یوسو چې په تیرو کلونو کې د حکومت د بیړۍ د ډوبیدا لامل شوي وو. زمونږ پلانونه باید په یوازي تشو ژمنو پوري تړلي نه وي او مونږ باید خپلې ژمني پلي کړو.زمونږ د ټولنې لوی کړکیچ د نه باور فضا ح اکمیدل دي او د دغې ستونزې د لري کولو لپاره باید دولت او ملت کار وکړي.د اسلامي حقوقو په چوکاټ کې زمونږ د خویندو حقونه تر پښو لاندي کیږي.په اسلام کې پر ټولو د پوهې حاصلول فرض ګڼل شوي او زمونږ خویندې هم د زدکړو او تحصیل حق لري چې باید د هغوي د دغه حق د اعاده لپاره کار وشي. پوښتنه:ستاسو ټاکنیز کمپاین به څه وخت پیل شي او د کمپاین د پر مخبیولو پلان به مو څنګه وي؟ځواب: لومړی ټکی چې ما تاسو ته ذکر کړ زما د کتاب چاپ او نشر دی.زه غواړم چې دغه کتاب په یوه سرتاسري بحث بدل شي او زه له رسنیو غواړم، کټ مټ هغه مطالب چې مونږ په دې کتاب کې ذکر کړياو د حل لارې مو ورته په ګوتو کړي له نورو کاندیدانو څخه هم د همدې مسلو په باب پوښتنې وکړي.په خاصه توګه له ولسمشر کرزي څخه غواړو چې لږ تر لږه په یوه ولایت کې په یوه سکتور کې یوه جوړنکي طرحه وړاندي کړي او دا هغه ته زمونږ چلنج دی..مونږ په دې سره غواړو چې د یوه مثبت رقابت فضا رامنځ ته کړو او دغه رقابت په دې معنی چې ملت ته د حل لاري ور په ګوتو کړو ځکه چې ملت په خپلو دردونو تر نورو ښه پوهیږ ي.دوهمه مسله دا ده چې مونږ به د هیواد له بیلا بیلو قومونو سره ناستې پاستي ولرواو په دغو ناستو کې به په شتنه ستونزو او د هغوي د لري کولو په لارو چارو هم بحثونه وکړو. پوښتنه:تاسو به خپل کمپاین څخه وخت پیلوﺉ؟ ځواب: د ټاکنو خپلواک کمیسیون مونږ ته خبر راکړ چې زمونږ ټول اسناد د هغوي د قبول وړ دي. د کمپاین یوه برخه مو د قانون په اساس په راکړل شویو آزادیو کې لکه نن چې له تاسو سره خبري کوم همدا ده او زمونږ د کمپاین د پیلیدو دوهمه برخه د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون په پریکړې پوري تړلي ده، چې څرنګه قوانین زم ونږ دکمپاینونو د پرمخبیولو لپاره وضع کوي او مونږ د دغه کمیسیون د پریکړو انتظار باسو. پوښتنه:ښاغلي غني داسي ویل کیږي چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځينو کاندیدانو لا دوخته خپل ټاکنیز کم پاینونه پیل کړي دي په داسي حال کې چې ستاسو په خبره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا ورته دکمپاینونو په اړه تر اوسه خاص شرایط نه دي روښانه شوي، ستاسو نظر په دې اړه څه دی؟ ځواب:دغو کاندیدانو ته زما وینا دا ده چې د قانون له چوکاټ څخه د لري نه ځي او په خاصه توګه یوه کاندید ته چې د افغانستان اوسنی ولسمشر حامدکرزی ده زما وینا دا ده چې نوموړی باید د قانونیت استازی او ممثل وي خو بر خلاف د عامو خلکو برداشت دا دی چې د دو� �ت ټول عناصر د هغه په ټاکنیز کمپاین کې شریک دي او د هغه په کمپاین کې برخه لري.مونږ تمه لرو چې نوموړی د � �انون په چوکاټ کې عمل وکړي دا ځکه چې نوموړی د قانونیت سمبول ګڼل کیږي او که چیرته نوموړی د بي قانونۍ استازی � �ي نو له نورو بیا څه ګیله ده.مونږ باید ټول په یوه سازنده بحث کې شریک شو او مونږ باید د شخصیت وژني پر سر بح ثونه و نه کړو باید د ملک لوړې ګټې په پام کې ونیسو. پوښتنه: تاسو دمخه وویل چې خپل کمپاین به د قانون په � �ڼا کې او د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون تر اعلان وروسته پیلوی خو څو ورځي دمخه د کابل د وزیر اکبرخان مینې په سیمه کې په ځينو برخو کې ستاسو د پلویانو له خوا ستاسو انځورونه د واټونو تر څنګ په ولاړو دیوالونو سریښ شول او په ورته وخت کې ستاسو ځیني انځورونه او شعارونه هم په چاپي بڼه هغو کسانو ته وویشل شول چې له دغې سیمې تیریدل، � �یا تاسو په دې کار خبر یاست که څنګه؟؟ځواب: نه، ما کمپاین نه دی شروع کړی او زما ځینو ملګرو شروع کړی ووما ته احوال را ورسید او ما له هغوي سره اړیکه ونیوله او هغوي راته وویل چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره یې په دې اړه خبري کړي وي.د دې کار لپاره ما کوم هدایت نه وو ورکړی بلکه دا یو خودجوشه کار وو. پوښتنه: نو دا کار چا کړی وو؟ځواب: که تاسو د ملي اجماع له دفتر سره اړیکه ونیسي هغوي به تاسو ته معلوم ات درکړي ځکه چې زما دې ملاتړ کونکو د ملي اجماع له دفتر سره اړیکه نیولي وه. پوښتنه : ایا دا کار له قانون سره اړخ لګوي؟ځواب: که چیرته د ټاکنو کمیسیون د انځورنو د تکثیر حق ورکړی وي نو بیا دغه کار قانوني دی او که چیرته دغه کار ناقانونه وي نو مونږ به ژر تر ژره خپل عکسونه له هغو سیمو لري کړو چې پرې لګول شوي دي. پوښتنه: د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي چې د جوزا میاشتې تر شپږ ویشتمې نیټې دمخه خپل ټاکنیز کمپاین نه شي پیلولای نو آیا تاسو په خپل دې کار سره چې انځورونه مو تکثیر شوي، یو ډول کمپاین نه دی شروع کړی؟ ځواب:لومړی باید د کمپاین د پیل تعریف ولرو.آیا عکس د کمپاین پیل دی؟.آیا له قومي مشرانو او سپینږیرو سره ناسته پاسته چې له ولایتونو راځي کمپیان دی؟که دا دواړه کمپاین وي باید په حامد کرزي هم دغه � �انون پلی شي. آیا د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون حامد کرزی او د هغه وزیران د قانون په چوکاټ کې راوستي دي که څنګه؟ زما په نظر د یوه خودجوشه خوځښت له خوا زما د انځورونو ویشل کمپاین نه شي ګڼل کیدای او د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون باید په لومړي سر کې د ملک په لومړي کس یعني په ښاغلي حامد کرزي باندي قانون پلی کړی.� �ه دغه کمیسیون څخه زمونږ هیله دا ده چې په ټول یو شان قانون پلی کړي او په خاصه توګه په هغه کس چې اجرایه � �وه یې تر لاس لاندي ده.هغه څه چې کرزی صایب یې تر سره کوي باید د قانونیت بیلګه وي او که چیرته نوموړی له � �انون څخه سرغړونه کوي نو نه باید له نورو وګړو ګیله وشي.نن ملي ټلویزیون د حامد کرزي لپاره کمپاین کوي او دغه د حامد کرزي صایب شخصي تلویزیون نه دی بلکه د ملت تلویزیون دی.ورشی تاسو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له چارواکو وپوښتۍ چې ولي یو کاندید له ملي امواجو څخه ناوړه ګټه اخلي او په خپله نفع یې کاروي؟.ولي وا� �یان د حامد کرزي په ګټه د ملي ټلویزیون په مټ د یو لړ غونډو په ترځ کې له حامد کرزي څخه ملاتړ څرګندوي ایا دا له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه نه ده؟ پوښتنه: ستاسو له خبرو څخه داسي ښکاري چې حامد کرزي تر ټولو کاندیدانو دمخه خپل ټاکنیزکمپاین پیل کړی دی؟ځواب: ټر ټولو دوخته .تر ټولو وختي.او زمونږ قانوني مرجع پټه خوله دي.چیرته ده پارلمان؟چیرته ده ستره محکمه؟چیرته ده د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون؟د قانون د حاکمیت تعریف دا دی چې قانون تر ټولو لومړی په دولت باندي پلی شي نه په رعیت باندي. سورغر: په پای کې که تاسو د بینوا ویب سایت لوستونکو ته کوم خاص پیغام ولرﺉ نو زمونږ مایکروفون مو په اختیار کې ده؟� �اکټراشرف غني احمدزی:له تاسو څخه مننه کوم چې تر دغه ځای پوري په راتګ سره په تکلیف شوﺉ، زما یوازنۍ هیله دا ده چې افغانان په سوله، ثبات، اقتصادي پرمختګ او یو پر بل د باور به صمیمانه فضا کې ژوند وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ګل اغا احمدي وردګ (اکا) غلام حضرت په حق ورسېد", "output": "دګل � �غا احمدي وردګ کاکا ارواښاد غلام حضرت په حق ورسید لوی خدای (ج) دې پرې و رحمیږي. د نوموړي جنازه یې د هغه په پل� �نۍ هدیره کې خاوره سپارل شوې او د فاتحې اعلان یې په لاندې ډول دی : د فاتحې اعلان د ادارې او حسابدارۍ د انستیتیوت محصل محمد ها� �ون زوی. په انګلستان کې د برایټون د پوهنتون استاد دوکتور بهاوالدین بها، لیکوال او شاعر ګل آغا احمدي و� �دګ، د ویسا د ورځپاڼې اداري مسوول محمد عاصم ګوربت، په کابل کې د یونیسف د موسسې امنیتي مسوول بازمحمد عابدي او د کابل پوهنتون د انجنیرۍ د پوهنځۍ محصل عبدالرحمن وریرونه. محمد عثمان سلیمي، حاجي حضرت شاه زرغون، مدیر اسدالله، مدیر کشمیرخان، حاجي سهیل خان، مدیر شامعین، مدیر ګلشاه محرابي، ډاکتر بهادر مایار انجنیر احمد ف� �ید او حاجي حنیف مقصودي خپلوان. د اوراښاد غلام حضرت د مړینې له کبله چې جنازه یې مخکې په وردګو کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوې ده دوستانو ته خبر ورکول کیږي چې د مرحوم فاتحه به سباد چهارشنبې په ورځ چې د روان ۱۳۸۶ کال د غبرګولي د میاشتې د ۱۶ نیټې سره برابره ده د کابل ښار د شاه دوشمشیره علیه الرحمه په جامع جومات کې د ماسپښین د یوې نیمې بجې څخه تر دریو بجو پورې اخیستل کیږي دوستان دې خبر وي . وخت او ځای : سباد چهارشنبې په ورځ چې د روان ۱۳۸۶ کال د غبرګولي د میاشتې د ۱۶ نیټې سره برابره ده د کابل ښار د شاه دوشمشیره علیه الرحمه په جامع جومات . دبېنوافرهنګي ټولني مشرتابه اوټولو اړوندو څانګو کارکوونکي ښاغلي ګل اغا احمدي وردګ او دهغوی درنې کورنۍ ته د تسليت مراتب وړاندي کوي .او د لوی خدای له دربار څخه ورته د جميل صبر غوښتنه کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ننګرهار کي د ښځو لپاره راډيو نشرات پيل کړه", "output": "د سپتمبر په يوولسمه په ننګرهار كي د لومړي ځل لپاره د نرګس په نوم اف ام راډيو چي ټول نشريات يي د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي په امتحاني نشرياتړ پيل وكړ، په دغه راډيو كي ټول دوولس ښځينه كارکوونکي کار كوي او فعلاً اتلس ساعته نشريات لري، دغه را� �يو د شايق نيټ ورك لخو ا اداره كيږي. www.sharq.radio-connect.comshaiq 0093797199999email: shaiq_afghan@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طبي ډلې کوریايي یرغمل شوېو ته درمل وړې.", "output": "یوې کورنۍ طبي خیریه ټولنې د دوه زره ډالرو په ارزښت درمل دکوریايي یرغمل شویو لپاره وړي ددی ډلې مشر هاشم وهاج ویلي چې دوی دا درمل چې پکې ځینې انتي بیوتیک او نور لومړني طبي درمل شامل دي وړي او په هغه ځای کې یې ایښي دي چې طالبانو ورته په نښه کړی وو، بل لورته دپه کابل کې دملګرو ملتونو داستازۍ یوناما ویاند حلیم صدیق یوې خبري ناستې وویل چې که کله هم دطالبانو له لوري ورته په کوم څه غږ وشي نو تیار دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دميوند په ولسوالۍ كې سخته وسلواله جګړه شوې", "output": "دا جګړه دقندهار په ميوند ولسوالۍ دسنګ سر په سيمه كې نن له سهار پيل شوې وه او ترمازديګره يې دوام درلود جګړه دملي اردو او طالب جنګياليو ترمنځ وه په جګړه كې له الوتكو هم كار اخيستل شوی وه ويل كيږي مرګ ژوبله يې رامنځته كړې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې څلورتنه په وسله واله نښته کې ووژل شول", "output": "داسماعيل خېلو ولسوالۍ دحيدرخې� �و د کوچه خېلو په کلي کې ددووکورنيو ترمينځ راپور ته شوې شخړې له امله ددوومېرمنو دټپيکيدو په ګډون څلورتنه وژل شويدي دخوست ولايت د اسماعيل خې� �و ولسوالۍ ولسوال دولت خان قيومي وويل: چې دغه پيښه ددووکورنيو ترمينځ له همدې امله مينځ ته راغلې چې تير کال ددوی ترمينځ ديوه غلا شوي کلاشينکوف دبې درکه کيدو پرسر دعوه راغلې وه چې همدالامل شول چې ددوی ترمينځ وس� �ه واله نښته وشوه اوپه ترڅ کې يې پورتنۍ مرګ اوژوبله رامينځ ته شوه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "موږ ايراني نصاب نه غواړو (الماس افغان )", "output": "لیکوال: الماس افغان ډېر ژر به 80 تنه افغاني نصاب پوهان ايران ته ولېږل شي ، چې هلته دافغانستان لپاره درسي نصاب جوړ کړي . حيرانيږﺉ مه ! موږ تل غوښه په پيشو ساتو او وطن په دښمنانو . په نصاب کې تاريخ ، جغرافيه ، فقه ، ادبيات ، ژبه او تاريخي مشاهيرهم شته او په دې ټولو ايران دعوه لري . ايران به ښه نصاب جوړ کړي ، خو تاريخ او جغرافيه به ايراني شي ، فقه به ايراني شي ، ادبيات او ژبه به هم ايراني شي هسی هم افغانستان دايران يوه فرهنګي صوبه ( ايالت ) ګڼل کيږي او چې ايراني نصاب هم راشي بيا يي نو ګزوه ! د پوهنې دوزارت د ې کور آباد وي ، چې زموږ نصاب پوهان ورليږي او که نه خو دا يې هم کولای شول ، چې ورته ووايي وروره پخپله يې جوړ کړﺉ او موږ به يې تدريس کړو . نه پوهيږم دا موږ څه خدای وهلي يو ، چې هر څوک هر څه راباندې کوي همداسې ورته ناست يو ، د ټولې نړۍ په تاريخ کې يې ولټوﺉ که چاته ګاونډي هېواد نصاب جوړ کړی و بيا به يې موږ هم وکړو ، په تيره بيا داسې ګاونډی ، چې ستا پر هر څه دعوه کوي او ستا په خاوره کې تاوده او ساړه سنګرونه لري او جنګيږي. ايران ډېرو ډلو ته وسلې ، پيسې او دجګړې شاډب ډب ورکوي او په فرهنګي جګړه کې خو تر ټولو مخکې دی . افغانستان د ايراني کيدو خواته هسې هم روان دی او دا يې لا بل ګام . که افغانستان ايراني شو بيا دې نو امريکا او انګلستان هم ځان ورته ټينګ کړي ، زه نه پوهيږم ، چې امريکايان او دهغو نور انډيوالان ولې د ايران دومره پراخ نفوذ ته نه دي متوجه ؟! د پوهنې وزير صاحب ! تاته چا د افغانستان د فرهنګ د پلورلو حق درکړی ؟ آيا په نړۍ کې نور هېوادونه نه شته ، چې دا مرسته درسره وکړي . که ايران دې ډېر دوست وي او د افغانستان په معارف زړه سوی لري نو يو څو ښوونځي دي جوړکړي ( يوازې ودانۍ ) کمپيوترونه دې ورکړي ، لابراتوارونه دې جوړ کړي او د چاپ ماشينونه دې ودروي نصاب محرم شی دی او په دښمنانو نه شي جوړيدای . موږ پوهيږو ، چې داي� �ان ملا ماته ده او په فزيکي مرستو کې هیڅ هم نه کوي ، ايران يوازې د سياسي – فرهنګي لاسوهنې لپاره مرسته کوي . وايي ( پېشو دخدای لپاره موږک نه نيسي ) او ايران د ورورولی لپاره مرسته نه کوي ، چې غرض و مرض يې په کې نه وي نصاب نه جوړوي . ددې لپاره دلايل ډېر دي ، دلته زه په ټولو افغانانو غږ کوم ، چې د خدای لپاره موږ ، زموږ هېواد ، زموږ ماشومان او زموږ معارف له دغه ښکاره تيري څخه وساتی او که نه سبا به مو د لومړي ټولګي په کتاب کې د بسم الله الرحمن الرحيم پر ځای سبق د محمود احمدي نژاد په ستاينه شروع کيږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له طالبانو او حزب اسلامي سره سوله يوه اړتيا ده", "output": "كه امريكا تكړه او پوه ستراتيژيستان درلودلى نو هيڅكله به يې دا مشوره نه وه وركړې چې له افغانستان سره دې داسې چلند وكړي چې د هيواد اكثريت اوسيدونكي دي له هر ډول تشخيص څخه پرته خپل دښمنان و بولي او له هر ډول تشخيص او استثنا پرته دې يوه ټلواله او د روسيې، ايران اونورو ګڼو هېوادونو لاسپوڅي خپل دوستان وبولي. كه دوى د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان له ذهني او عيني واقعيتونو څخه خبر واى نو هيڅكله به يې د ملت له خوا د يوې رټل شوې او ولس دښمنه ډلې په خوله د هېواد غوڅ اكثريت د ځان پر ضد نه دراوه. په افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتو د پوځي حركت د پيل له شيبو څخه تر اوسه حركتونويې وښوده چې افغانستان ته د امريكا د راتګ په وخت كې دې ستر هيواد د افغانستان د ولس د كولتور، قومي او ژبنيو جوړښتونو، د طالبانو د پوځي ځواك په اړه هيڅ معلومات نه درلودل او نه يې دلته خپل دوست او دښمن پيژانده. دوى دلته هر څه د هغې ډلې په خوښه او امر تر سره كړل چې د ملت د كركې او غوسې له امله په غارونوكې ننوتې وه او په لسګونو زره افغانان يې بيګناه وژلي وو. امريكا او متحدينو يې د وطن پلورونکيو په مشورو بې ګناه هېوادوال شهيدان كړل، ښځې او كوچنيان يې قتل عام كړل، دا زمينه يې برابره كړه چې زيانيدلي او درديدلي خلك جوپې، جوپې له مخالفينو سره يوځاى شي. همدا راز امريكا په كوچني شك هم خلك ونيول، زندانونو ته يې وليږل. دې ډلې خپل ټول ګوندي او سياسي مخالفين امريكايانو ته د القاعده او طالبانو په نامه ور و پيژندل او دوى هم له هر ډول پلټنې پرته د دښمنۍ ناوړه چلند ورسره وكړ دكلي او كور پريښودلو ته يې اړ كړل ان په ګاونډيو هيوادونو كې يې پټيدلو ته پري نښودل. چې بيايې هم ګټه طالب، د افغان دولت او بهرنيو ځواكونو دښمنانو ته ورسيده او د هغوى ليكې نورې هم پياوړي شوې. طالبانو اته كاله په افغانستان حكومت وكړ، پنځه كاله يې ارګ او كابل په واك كې وو، ټول طالبان داسې نه وو چې له القاعده سره دې اړيكې ولري، ان په سلو كې دوو هم له القاعدې سره تړاو نه درلود او نه يې اسامه او القاعده پيژندل، نه يې له موخواو چارو خبر وو، نه ورسره موافق وو، خو امريكا د دې پر ځاى چې د طالبانو صفونه چاڼ كړي، د القاعده غړي او خواخوږي په كې بيل او تفكيك كړي، او افغانی طالبان له ځان سره ودروي، ټول يې له يوې مخې خپل دښمنان وبلل او اړ يې كړل چې په رښتيا يې هم پر ضد ودريږي. حزب اسلامي چې د روسانو او د هغوى د ګوډاګيانو پر ضد په وسله واله مبارزه كې تر ټولو ګوندونو ستره، فعاله او كارنده ونډه درلوده، اوس هم د ملت په منځ كې نفوذ او نفوس لري په عملي ډول يې له امريكا سره هيڅ مخالفت نه درلود، خو امريكا د همدوى په لمسون او شيطانت دا ګوند هم په تور لست كې ونيوه او په لوى لاس يې اړ كړ چې وسله وال يې يو ځل بيا غرونو ته وخيژي. د پورتنيو څرګندونو په رڼا كې ويلى شو چې امريكا او نړيوالې ټولنې د ماتې خوړلې او منزوي ډلې په لمسون او اشاره په لوى لاس ځانته دښمنان او مخالفتونه ډېر كړل، كه امريكا سنجيده اقدام كړى وى، په افغانستان كې يې خپل دوست او دښمن او د دې ټلوالې حيثيت پيژندلى واى، نو نن به نه امريكا له دومره ستونزو سره مخ وه او نه هم افغان ولس. له هر ډول شك پرته ويلى شو چې د افغانستان په روانه بدمرغۍ كې په يو ډول نه يو ډول د ايران، روسيې او د ملي جبهې يعنی د همدې ډلې لاس دى. همدا ډله ده چې دبهرنيو په لمسون او ملاتړ هم د امريكا په مشرۍ بهرنيو ځواكونو او هم افغان ولس ته ستونزې پېښوي. په مستقيم او غير مستقيم ډول خلك ددې نظام او ادارې پر ضد بغاوت ته هڅوي، همدا اوس هم په شمالي او ختيځو ولايتونو كې د ايران او روسيې وسلي ويشي. كه سړى د افغانستان تېر شپږ کلن حالت يا د سپتمبر له يوولسمې پيښې وروسته د امريكا د پوځي عملياتو شيبې په نړيوال تناظر كې وګوري نو په زغرده ويلى شي چې شمالي ټلوالې د امريكا لپاره نه بلكې د ځان له پاره دپيسو لپاره او د روسيې، ايران او هند له پاره د طالبانو پر ضد جنګ وكړ، د خپلو موخو له پاره يې امريكايې وسايل، پوځي او لوژستيكي امكانات وكارول همدا لامل و كله چې طالبان له سياسي ډګر څخه پر شا لاړل نو له هماغو لومړيو شيبو څخه يې د امريكا د خوښۍ او غوښتنې پر ضد فعاليتونه پيل كړل. د امريكا او نړيوالې ټولنې د غوښتنې پر عكس يې كابل ته خپل وسله وال راننويستل، د كابل ښار يې يو ځل بيا چور او پر مهمو څوكيو يې خيټه واچوله. سياسي كتونكي او د افغانستان د حالا تو څارونكي پر دې باور دي چې په افغانستان كې د حالاتو په خرابولو او د جګړې د ډګر په تودولو كې تر بل هر چا ډير رول د امريكا ناسمې پاليسۍ او د نظام په لستوڼو كې موجودو مارانو لوبولى دى. اوس هم د همدوى تيل دا اور بل ساتي. هم دوى د طالبانو او حزب اسلامي په ګډون ځينې نور منظم جريانونه له امريكا او بهرنيو ځواكونو سره مواجه كړل. د دې له پاره چې په افغاستان كې مطلق او سراسري امنيت تامين شي، جګړې او وينې توئيدنې پاى ته ورسيږي، هم امريكا، هم نړيواله ټولنه او هم افغانان ارام ژوند وكړي، نو زموږ په اند يواځينۍ چاره يې داده چې له طالبانو، حزب اسلامي او نورو ټولو دولت ضدكړيو سره تفاهم او خبرې اترې وشي. دوى هم افغانان او د دې خاورې بچيان وبلل شي. په خپله خاوره، كور او وطن كې د اوسېدو حق وركړل شي، د هېواد په بيارغونه او د ادارې په جوړولو كې فعاله ونډه وركړل شي، غوښتنې، وړانديزونه، نظرونه او سپارښتنې يې واوريدل شي، پرې غور او فكر وشي، ګيلې او انديښنې يې حل او ختمې شي د نظام او دولت د جوړولو له پاره پر معقولو مشورو يې عمل وشي، د هغوى له فكري، مادي او معنوي ځواك څخه ګټه واخيستل شي. امريكا او نړيواله ټولنه بايد د جګړې د پراختيا مخه ونيسي، بايد پخپله دا زمينه برابره نه كړي چې د ايران او روسيې په څير تاريخي او عنعنوي دښمنان يې نور هم ورته مخالفين ځواكمن په وسلو او پيسو سمبال كړي، امريكا بايد دا هيره نه كړي چې افغاني مجاهدينو د امريكا په وسلو، ډالرو او د امريكا په سياسي او پوځي هر اړ خيزه ملاتړ روسانو ته تاريخي ماتې وركړه او اوس روسان د غچ اخيستلو له پاره ورته په كمين كې ناست دي، امريكا بايد هيره نه كړي چې د ايران اخوندي نظام له دوى سره سازش ناپذير ( جوړښت نه منونكى) دى او غواړي چې ډير ژر د يو ځواكمن او اتومي هيواد په توګه په نړۍ كې تبارز وكړي او په خپل ګومان د اسلامي نړۍ قيادت په خپل لاس كې واخلي، ايران د خپلو موخو پر وړاندې يواځينۍ ستر خنډ امريكا بولي او په ټول طاقت سره په افغانستان كې د امريكا پرضدمسلحانه او غير مسلحانه مبارزه كوي. نو امريكا او نړيواله ټولنه بايد له درايت او تعقل څخه كار واخلي او په لوى لاس دې دا زمينه نه برابر وي چې طالبان او حزب اسلامي د ايران او روسيې غيږې ته پناه يوسي. امريكا بايد پر دې پوه شي چې كه له طالب او حزب اسلامي سره تفاهم و نه كړي او د جګړې ټغر را ټول نه كړي نو په سخت جال او كلك دام كې به ونښلي. د روسانو د پراختيا غوښتنې حس او حرص بيا راپاريدلى دى، روسيه بيا را ژوندۍ شويده، د ختيځ او لويديځ تر منځ سړه جګړه بيا پيل شويده، پوتين يو ځل بيا په پټه او ښكاره امريكا ته اخطارونه وركوي، تصميمونه او غوښتنې يې هم په سيمه ييزه كچه او هم په نړيواله كچه چلينج او ويتو كوي. رښتيا خبره داده چې هيڅ هيواد او هيڅ كورنۍ نه غواړي چې اتباع او بچيان يې په افغانستان كې قرباني شي، او يا دي د جګړې د دومره جنګي لګښتونو دروند پيټى پر اوږه كړي. كلك باور دى چې د امريكا اقتصاد هم د ډير وخت له پاره د جګړې د دومره درانه بار د وړلو تاب نه لري همدا اوس يې په عراق او افغانستان كې جنګي لګښتونه له اوه سوو ميلياردو ډالرو څخه اوښتي دي. په افغانستان كې جګړې ته د پاى وركولو له پاره د امريكا بله مهمه اړتيا داده چې كه امريكا په عراق كې ماتې وخوري نو د پوځيانو په شمول يې د ټولو امريكايانو او د امريكا د دوستانو او متحدينو مورال پرې ټيټيږي، د دښمنانو مورال يې په افغانستان او هم په نوره نړۍ كې لوړيږي، د نړۍ د ټولو مسلمانانو مخه افغانستان ته را اوړي او د دوى د اقتصادي، سياسي، اخلاقي او هر اړخيزو مرستو موخه ( محور) به افغانستان وګرځي. د دې ټولو پام به دې ته را اوړوي چې څنګه وكولى شي په افغانستان كې امريكا او ناټو ته ماتې وركړي او اوس چې طالبانو او حزب اسلامي په يواځې ځان او كمو امكاناتو ناتو او افغان دولت ته دومره ستونزې پيدا كړيدي نووروسته به يې څه حال وي. دا ټول فكتورونه او عوامل دا غواړي چې امريكا، نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او افغان دولت بايد خپلې سياسي پاليسى ته له سره وګوري، له مخالفينو سره جوړ جاړى وكړي ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې حل كړي، د افغان دښمنو اواسلام دښمنوکړيو په مشورو او د سيسو دي پر حقيقتونو او واقعيتونو سترګې نه پټوي، دوى بايد د نورو د ګټو او موخو ښكار نشي، نور دې د وينو د توييدو مخه ونيسي. كه امريكايان او كرزى د ملت له وژونکيو او لوټوونکيو سره تفاهم او مذاكره كولى شي نو له طالب او حزب اسلامي سره يې ولې نشې كولى چې اوس يې هم د دوى په پرتله په ولس كې محبوبيت، نفوذ او نفوس څو چنده زيات دى. په پاى كې يو ځل بيا پر ناټو، امريكا، ملګرو ملتونو او په كرزى په ټينګار سره غږ كوو چې افغانستان دي په شعوري او غير شعوري ډول د مغرضو هېوادونو او استخباراتي كړيو منګولو ته نه غورځوي، د افغانستان او افغانستان ته د راغليو ټولو بهرنيانو حيثيت په دې كې خوندې كېږي چې ډير ژر په افغانستان كې جګړې پاى ته ورسېږي او د جګړو د ختمېدو يواځينۍ لار له مخالفينو سره خبرې او مذاكرات كول دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کې د امریکايی سرتیرو عملیات(انځوریزرپوټ)", "output": "د هلمند ولایت په بیلا بیلو سیمو کې د امریکې سرتیري عملیات د انځور په ژبه. رپوټ ورکونکی: میرویس جلالزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "روسيه: امريکه د نړۍ د مالي ستونزو مسؤله ده", "output": "سن پیترس برګ: د روسیې نوي ولسمشر دیمیت� �ي میدویدوف دې مقامت ته له رسیدو سره سم د لومړي ځل لپاره په امریکې مخامخ لفظي ګزار کړی او هغه ملک یې د نړۍ د م الي بی ثباتۍ اصلی لامل په ګوتو کړی.ښاغلی میدویدوف چې د روسیې په سن پیترس برګ ښار کې یې د نړۍ د دولسمي اقتصادي غونډي پر مهال خبري کولي وویل: ( هغه نا انډولي چې د امریکې د ظاهري توان او د دې هیواد د واقعي وړتیا تر منځ پرته ده، د دې لامل شوي چې په نړۍ کې مالي کړکیچ او ناورین ورځ تر ورځي زیات شی.)میدویدوف زیاته کړه چې روسیه د نړۍ د یو ستر هیواد په توګه ډیره وچته اقتصادي وړتیا لري او تل د نړیوالو د خوشهالۍ او سوکالۍ لپاره هڅي کوي نه دا چې د امریکې په څیر نړیوال په تشو ژمنو تیر باسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ماسپښن د سنتو فضيلت", "output": "د دي په فضيلت کي د حضرت ام حبيبة حديث راغلي چه فرمائي : چه م ا د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلي چه هغه فرمايلي : (( من حافظ على ﺃربع رکعات قبل الظهر و ﺃربع بعدها حرمه الله على النار )) ﺃخرجه ﺃحمد ٦ \\\\ ٣٢٥) و ابوداود : ١٢٦٩) والترمذي : برقم ٤٢٨ ) والنسائي برقم : ١٨١٤) وابن ماجة برقم : ١١٦٠) . ترجمة : چا چه حفاظت وکړه د څلورو رکعتونو د ماسپښين د فرضي لمانځه نه مخکي او د څلورو رکعتونو د ماسپښين لمانځه نه روسته الله به د دغي انسان بدن په اور باندي حرام کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پوليس دوه تنه کابل ښاريان په ډزو ټپيان کړل", "output": "د پوليسو يو افسر کابل ښار کې يو ټکسى چ� �ونکى اويولاروى د تفنګچې په ډزو سره وويشتل او ټپيان يې کړل .عينى شاهدانو وويل ، د پوليسويو صاحب منصب چې په موټر سايکل سپور وو، د نېشې په حال کې يو ټکسى چلونکى په څپړووواهه او وروسته يې ډزې پيل کړى ، چې له امله يې دوه تنه کابل ښاريان ټپيان شول .کابل کې د پوليسو يو چاراکى له بينواسره ددغه پېښې پخلۍ کړى اوو ايى نوموړۍ افسر اوس د پوليسو په بند کې دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکوکا کولادولس زره غیری صحي بوتل نیول شوي", "output": "دکابل دامنیه قومندانۍ دجنایي جرمونو سره دمبارزې دادارې مشر علیشاه پکتیاوال بینوا ویبپاڼې ته وویل چې دکابل امنیه قومندانۍ دکوکا کولا دولس زره غیري صحي بوتل چې په کابل کې په ناقانونه ډول جوړیدل او بازار ته داستعمال لپاره وتل نیولي. دوی وایي په اړه لاس لرونکي کسان نیولي او گرویږنې تر روانې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستانيان د افغان مهاجرو سره څه سلوك كوي؟", "output": "نن سبا په پاکستان کښي پر افغانانو باندي ډير ظلم او زياتئ روان دی ځيني خلک د پولسو د لاسه او ځيني خلک د انسانانو تښتوني د لاسه او ځيني بیا د ناروا او بې رحمه دکور ونو مالکا نو دلاسه ، دوئ نه پوهیږي چاته وژاړي ، چا ته ورشي او چا ته ووایې ؟لکه د يتمانو په شان ګرځي نه يې څوک د پوښتني شته او نه ئې کومه اداره يا بله وسيله شته چی ددغو بې وطن خلکو پوښتنه وکړيپوليس(د ټولنی د خلکو خدمتکونکی) : د پاکستان پولس په ناروا ډول او غير قانوني او بې رحمانه ډول ظلم او زياتئ کوي یو افغان راته وویل چي په سعودي کښي مي د پاکستان په قونسکری کي د پاکستان ويزه واخسته او د خپلو ماشومانو ليدو ته دپاکستان د پيښور په ايرپوټ باندي کوز شوم ما په پاسپورت کي دوخلي (ټآپه ) ولګوله هغه نه بعد د ايرپوټ له دروازې څخه راووتم په دی وخت کښي د پاکستاني پوليسو راته پام � �و په ما يې اواز وکړ ،ما ته يې وويل پاسپورټ راکه زما پاسپورټ يې وليد چی افغانئ دی نو ماته يې وويل ته خو افغانی يې په پاکستان کښي څه کوې ماورته وويل زه دخپلو ماشومانو ليدو ته راغلی يم ما ته يې وويل چی م ونږ ته پيسې راکه کنه د القاعده په تور دي جيل کي اچوو ما ورته وويل زه ويزه لرم او په قانوني ډول پاکستان ته � �اغلی يم تاسو په ما کښي څه غلطی وينی چه ما جيل ته اچوی هغه پوليس ما ته وويل چی سته هيڅ غلطي نشته ستا غ� �طی داده چی ته افغان ئې .د ډيرو کښنځلو نه پس ما ورته پيسې ورکړې ،داد يو مظلوم افغان حال و چي تاسوته مي بيان کړ،که چيري تاسو اسرايلو ته په ويزه لاړ شی نو داسي ظلم به در سره ونه شي اوبله چي ځيني خلک د افغانستان نه پاکستان ته راځي اول خو د طورخم دروازه کښي ځينو ظالمانو له خو زورول کيږی او د سپي په شان يې لټوي،هغه نه چي د کارخانو مارکيټونو نه راتير شي بيا فيز ۳ په چوک کښي د موټر نه را کوز کړي ورته ووايی چي افغان کارت راکه بياورته ووايي چي دا خو جالي دی يا ورته ووايی ته خو مهاجر يې دلته سه کوې ورته بهانې او کښنځل کوي او تکليف او زيان ورته رسوی انسانانو تښتونه ( د انسانانودژوند غټ دښمن)د افغانان د مهاجرت ژوند په اوس وخت کي ډيرو نازکو مرحلوته رسيدلئ دئ چی ډيری افغانان د ځينو خلکو له خوا برمته شول چي د هغې له جملې څخه ښاغلی عبدالخالق فراهي (پاکستان کښی افغان نامزد سفير) او همدارنکه نور افغانان هم � �امل دي چی نا معلومو اجنسيا نو يا د ځينو خلکو له خو ا و تښتول شوي يا دسياسی موخو لکبله ياد پيسو ،نه د افغانستان حکومت دخپلو مهاجرينو پوښتنه کوی ا و نه نوري ادارې ، دکورنو ملکان (قصابان) ډير افغانان په پاکستان کښي د کرايه په کور کښي ا وسيږی په هر ځای کي به پراپرټي(کميشن کار) ته ورځې بيه به هغوی تاته کور در کوي چي څومره کرايه یو کورورکوي ديوې مياشتي کرايه به کميشن کار ته کميشن ورکوی او د یوې میاشتي کرایه به تر مخه د ایډوانس په توګه دکور مالک ته ورکوې بيا چي څو مياشتي تيري شي بيا درته ووايي چي کرايه در باندی لوړوم اويا دا کور خالي کړه بيا چي که کور ورته خالي کوې درته ووايي دا کور دي ډير خ� �اب کړی او اډوانس (پيشکي کرایه )ور څخه اخلې نو نه يې درکوي او داسي نوري بهانې ورته کوي چي په اسلا م کښي داسي ظلم راغلی دی او نه په نوره نړۍ کي بل څوک داسي ناروا دیو چا سره کول کیږي . زه نه پوهیږم چي اخیر ولي ؟ داسي ظلم نن د افغانانوسره په پاکستان کي راون دی ددې پوښتنه ولي کرزی يا نوري اداری نه کوي ؟؟ چي اخیر په پاکستان کي د دونه انساني ظلم او وحشت ولي د یو مسلمان یا یو انسان سره کیږي د نړۍ د بشري حقوقو مدافعین دلته چیري دي چي د پاکستان څخه پوښتنه وکړي چي اخیر د دغه افغانانو جرم څه دی ؟؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "گلاب منگل: امنيت ښه شوی،بی حده ډير ډالر را روان دي", "output": "د هلمند والی گلاب منگل د دې ولایت لومړی والي وو چی د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته ېې له یوې ډلي خبریالانو سره یو ځای د کجکۍ و� �سوالي ته سفر وکړ . نوموړي وویل: ځینې هغه ولسوالی چې پخوا پکې امنیت ډیر خراب ؤو، اوس یې امنیتي وضعه ښه شوي او د بیارغاوني لپاره هم زیات ډالر را روان دي.کجکي له مرکز لښکرگاه څخه 150 کیلومتره لري پرته ولسوالۍ ده چې له اقتصادي پلوه په جنوبي افغانستان کې بی ساري سیمه بلل کیږي.د هلمند ولایت والي ګلاب منګل وویل چې په نوموړي ولایت کې امنیتي حالت د تیر په پرتله ښه شوی دی . دۀ د دې کار لامل له دولت سره د خلکو همکاري او سالمه اداره وبلله . د هلمند د والي په وينا په اوسني وخت کې دغه ولايت د پخوا په پرتله له ښه امنيته برخمن دی . هغه زياتوي چې له دوو مياشتو راهيسې امنيتي وضعيت په تيره بيا په ګرمسير ، نادعلي او ناوې ولسواليو کې چې د نوموړي ولايت ناامنې ولسوالۍ ګنل کيدې ښه شوی دی. دا منگل دا څرگندوني په داسی حال کې خپریږي چی په روانه م یاشت کې دوه ځله په لښکرگاه ښار د طالبانو له خوا پراخ بریدونه وشول چې ساری یی په تیرو اوو کلونو کې نه وو لیدل شوی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اندونيزيا کې د ډوبې شوې بېړۍ ١٥ تنه موندل شول", "output": "د اندونيزيا د ډوبې شوې بېړۍ ١٤ تنه سپرلۍ له دغې پېښې ٩ ورځې وروسته د ژغورونکو په وسيله وچې ته راويستل شول. ژغورندويان وايي يوه باروړونکې بېړۍ ١٥ کسان د پېښې له ځاى څخه ٥٠٠ کيلومتره لرې موندلي او سولاويسي بندر ته يې لېږدولي دي. � �ه پينځلسو کسانو څخه يوتن له ژغورنې لږ څه وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ خو سولاويسي چارواکو وويل ١٤ تنه نور ډېر کمزوري او بېمار دي. ژغورونکو وويل چې په دغه موده کې يې د باران له اوبو او هغه خواړه چې د ژغورنې په بېړۍ کې و، ګ؛ته اخيسې ده. تر اوسه د دغې بېړۍ له شپږ سوه سپرليو څخه ٢٣٥ تنه چې تېره اونۍ د جاوا په ټاپو کې ډوبه شوې وه ژوندي پاتې شوي دي. په همدې حال کې د هغې ٧٣٧ بوئنګ ډوله الوتکې لپاره پلټنې چې له ١٠٢ سپرليو سره چې د جنوري په لومړۍ نېټه د اندونيزيا د اوبو پر سر تري تم شوې وه روانې دي. د دغه هېواد د سمندري ځواکونو قوماندان ويلي د اوسپنې يو ستر شى چې ښايي د الوتکې ټوټه وي په سيند کې موندل شوې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهوس او یا مردګاو يعني عزت فروش", "output": "اسلامي شریعت د باشرفه اخلاقو په پاللو ټینګار کړی دی اومسلمانان له بدو اخلاقو څخه په دې اساس منع کوي چي بد اخلاق افرادو او ټولني ته ضررونه پېښوي . د اسلامي شریعت یوه خوبي دا ده چي هغه نسلونه او ناموسونه له هر هغه تېري څخه ساتي چي هغه یې چټل کوي او د هغه چا لپاره یې سختي سزاګاني ټاکلي دي څوک چي د نورو په عزتونو تېری کوي الله تعالی فرمایي : الزانية والزاني فاجلدوا كل واحد منهما مائة جلدة ولا تأخذكم بهما رأفة في دين الله (2 سورة النور) زناکاره ښځه او زناکوونکی نا� �ینه هریو سل دُرې ووهۍ او د الله تعالی د حد په تطبیقولو کي په هغوی زړسوی مه کوۍ . دا دهغه زاني لپاره سزا ده چي د هغه واده نه وي شوی (غیر محصن وي) او که یې واده شوی (محصن) وي بیا یې سزا داده چي تر هغه وخته به په ډبروویشتل کېږي چي تر څو مړشي همدا راز اسلامي شریعت مسلمانان د هغه چا له نکاح څخه منع کوي چي هغه په زنا کولو سره پېژندل شوي وي الله تعالی فرمایي: الزاني لا ينكح إلا زانية أو مشركة والزانية لا ينكحها إلا زان أو مشرك وحرم ذلك على الم� �منين (3 سورة النور) زنا کوونکی نارینه له زناکاري او کافري ښځي څخه پرته بله ښځه په نکاح سره نه آخلي او زناکاره ښځه له زناکار او کافر نارینه څخه پرته له بل نارینه سره نکاح نه کوي او دا په مسلمانانو حرام ګرزولی شوی دی . یوازي دانه ده بلکه اسلام د عزتونو د ساتني لپاره هغه چاته د شهید رتبه ورکړي ده څوک چي له عزت او ناموس څخه ددفاع په لار کي مړ شي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : ومن مات دون عرضه فهو � �هيد څوک چي له خپل عزت څخه ددفاع په خاطر ووژل شي هغه شهید دی . اسلامي شریعت د خپلو بچیانو روزنه په غیرت باندي کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : تعجبون من غيرة سعد؟! والله لأنا � �غير منه، والله أغير مني أيا تاسي د سعد بن ابي وقاص (رض) غیرت ته په تعجب کي یاست؟ زما د قسم په خدای وي چي زه تر هغه زیات غیرت لرم او الله تعالی ترما زیات د غی� �ت څښتن دی . هغه څوک چي غیرت نلري په هغه کي خیر نشته هغه � �ه جنت څخه ځان لېري کوي او د جهنم په لاره روان دی ، داسي کسان خپل عزت نوروته د لوبو لپاره وړاندي کوي چي هغه ته په کتابونو (( دیوث)) ویل کېږي او مونږ ورته دهوس او یا مردګاو وایو دا عبارات د هغه چا لپاره کارول کېږي چي هغه په خپل عزت غیرت نه خوري او یا د خپلو ښځینه وو په بد فعلي او یا غلطو تصرفاتو خبر شي او سترګي ورباندي پټوي ، دغه ډول کسان خپل ځانونه ذلت او سپکي ته وړاندي کوي د عموم م سلمانانو او په تېره د پښتنو لپاره عزت او د هغه ساتل زیات ارزښت لري ولوکه یې دعزت او ناموس د ساتلو په لار کي ځان او مال او هرڅه ولاړ شي خو دې ته په هیڅ شکل تیار نه وي چي بې غیرتي ومني او یایې په عزت او ناموس پسي کومه سپکه خبره وکړلي شي . يوشاعر وايي : أصون عرضي بمالي لا أدنسه..................................................لا بارك الله بعد العرض في المال خپل عزت په مال سره ساتم او چټلتیا ته یې نه ورکوم که مي عزت پایمال شي نو په مال کي مي د بېخي الله تعالی برکت نه واچوي . هغه څوک چي د عزت او ناموس په هکله بې تفاوته وي هغه هم په دنیا کي له انساني پلوه ساقط شوی ګڼل کېږي او هم په آخرت کي د الله تعالی درحمت له نظر څخه ساقط دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : ثلاثة لا ينظر الله عز وجل إليهم يوم القيامة: العاق لوا� �ديه، والمرأة المترجلة، والديوث درې کسان دي چي ا� �له تعالی به د قیامت په ورځ درحمت په سترګه نه ورته ګوري یو هغه زوی دی چي د والدینو نافرمان وي اوبل هغه ښځه چي پایل په پښو کړي او پردو نارینه وو ته ځان ښکاره کوي او بل هغه (دهوس) نارینه چي خپل ناموس نورو ته وړاندي کوي . د دهوسي په رنځ هغه څوک اخته کېږي چي په هغه کي مېړانه نه وي او غېرت یې کمزوری وي ،له دېني پلوه بېدینه وي هغه به تاسو وینۍ چي پردي نارینه به یې کورونو ته ورننوزي او ده ته به دا بې تفاوته وي چي ښځه یې له هغوی سره ناسته او ولاړي کوي او د هغوی په حضور کي ځان لوڅوي . د زیاتي حیرانتیا خبره خو داده چي دا ډول نارینه به تاسو لیدلي وي چي خپلو ښځو ته به هغه جامې په بیه آخلي چي ددې په ځای چي هغوی پټي کړي نوري به یې هم لوڅوي او دبدن هغه ځایونه به یې برېښوي کوم چي لیدونکي به یې په کتلو باندي شرمېږي او همدغه دهوسان په دې خوشاله کېږي چي یوڅوک یې ښځي ته وګوري او د هغې د ښایست ځایونه وویني . دا ډول په نوم نارینه په دې خوښ وي چي ښځي ته یې آزادي ورکړي ده او له پاکدامني څخه یې بربنډتوب ته را اېستلي ده دا ډول انسانان مړه دي او د ژوندو په څېرو کي ګرزي . امام غزا� �ي رحمة الله تعالی علیه فرمایي : د بې غیرتي نتېجه داوي چي نارینه خپل ناموس او ښځي مخي ته پرېږدي او له هغو سره چي څه کېږي او یا هغوی څه کوي د هغه په هکله بې تفاوته وي اوچي کله خبره دې ځای ته ورسېږي نسبونه سره ګډوډ شي او دا ډول کسان د ټولني نور افراد هم دې بې غیرتي ته را دعوت کوي ویل کېږي : كل أمة ضعفت الغيرة في رجالها ضعفت الصيانة في نسائها د هرقوم د نارینه وو چي غیرت کمزوری شي د ناموسونو ساتل یې له واک څخه ووزي . امام ذهبي رحمة الله تعالی علیه فرمایي : څوک چي د خپل ناموس په بدفعلي خبرشي او خپل ځان په دې وجه ناګاره کړي چي یا خو له هغې سره مینه لري او یا یې پوروړی وي او یا یې واړه ماشومان وي او یا ورباندي برلاسه وي او په هغه چا کي خیر نشته چي هغه غیرت نلري او څوک چي داسي وي هغه دهوس وي . نن سبالکه چي مونږ او تاسو چي یې وینوخپرندویه وسایل لکه ورځپاڼي تلوېزیونونه هم د دهوسي په ترویج کي بشپړه ونډه آخلي د بې غیرتي فلمونه ډرامې تصوېرونه او ناولونه چي د مسلماني ټولني د افرادو ذهنیتونه خرابوي د ښځي د آزادي تر نامه لاندي او د پردیو په هدایت خپروي ددې په ځای چي دا خپرندویه وسایل د اسلامي تشخص اصلي څېره وړاندي کړي او نوی نسل د اسلام په چوکاټ کي وروزي نور یې هم بې لاري کوي د هغوی ددې ډول هڅو په هکله صرف دومره ویلای شو چي مقصد یې یوازي دادی چي د هغومادی ګټو په بدل کي چي هغوی یې له خپلو بادارانو څخه لاس ته راوړي د احمدشاه بابا او مېرویس نېکه بچیان ټول دهوسان شي اوبس . الله تعالی ته لاس په دعا یو چي هغه ددې تبلیغاتي وسایلو مالکانو ته هدایت وکړي چي مادي ګټي او دپردیو خوشاله کول شاته کړي اود اسلامي تشخص د ساتلواو ددې عصر له فتنو څخه د نوي نسل دنجات لپاره چوپړ ووهي او یاهغه په خپل بېساري قدرت سره ژر تر ژره دا تباهي زېږوونکي ترږمۍ لېري کړي او د اسلامي نظام روښانه سباوون د دې مسلماني ټولني په برخه کړي او هغه ته دا هرڅه آسانه دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نورستان: په پارلمان کې ډیري چوکۍ غواړو، له مونږ سره ظلم شوی", "output": "فریبا د نورستان ولایت د ځوانانو د ټولني مشر ډاکټر عبیدالله د خپلي ټولني په استازي توب له افغان دولت څخه غوښتنه کړي چې د نو� �ستان ولایت ته دي په پارلمان کې زیاتي څوکۍ په پام کې ونیسي که نه نو دوي به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ب� �خه وا نه خلي. دمګرۍ په پارلمان کې د نورستان خلکو ته دوي څوکۍ ورکړل شوي دي. په پارلمان کې د نورستان ولایت څخه اوس دوه وکیلان( هوا علم نورستانۍ، او داد محمدنورستانی) شتون لري. داد محمد نورستانی په اصل کې د نورستان د نور ګرام ولسوالۍ اوسیدونکی دی خو آغلې هوا علم نورستانۍ د نورستان ولایت نه بلکه د ننګرهار ولایت اصلي اوسیدونکي ده لیکن ادعا کوي چې د نورستان ولایت د خلکو استازي ده. ډاکټر عبیدالله تور ولګاوه چې د نورستان په پرتله شته داسي ولایتونه چې د مساحت او نفوس له اړخه کمزوري دي خو هغوي په پارلمان کې زیاتي څوکۍ ل� �ي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هــذه قـبله الـوداع مـن الشـعـب الـعـراقـی", "output": "لیکوال : حـجـــــرالاسـودhajarulaswad@yahoo.comیو شمیرنېکمرغه کسان چې کولای شو هغوی له موره نیکمرغه زیږیدلي و بولو تـل له نومیالیتوب او رخې سخۍ ډک ژوند لري . له هغوی سره ځان پرتله کول گټه نه لري ، ځکه پخوانیو مشرانو وی� �ي چې چاته چې خدای ورکړي وي له هغه سره ټانـټې مه ژویه ، ځکه چې هغوی ته خدای ورکړې! ددغو ښکلیو ه� �َډَورو له ډلې څخه ، ښایي ترټولو ښه ښکلی هـَډَوَر ، د باربرا او جورج هربرت بوش نامتو او ویاړلې زوی ، د آسم ان پرمخ (وبخښـﺊ) د ځمکې پرمخ د ستر او پياوړي هیواد مخکښ لارښود، جورج واکر بوش وي. بوش چې هر څه وایي ، هر څه چې کوي او هر چیرې چې ولاړ شي له آپرینونو ډک گزارشونه زیږوي. د اته کلنې واکمنۍ پر گدۍ د ناستې په وروستیو اونیو کې چې ورپسې د هر ولسمشرد نوم د یاد لمر سوکه سوکه را پریوځي ، نوموړی بیا هم سپینۍ ماڼۍ ته د لومړۍ پرتمینې ورځې د ننوتلو په شان د پرتمینۍ ځلا تر پرتم لاندې په پرتمینۍ ځلا او پړقا راڅرگند شو او له ۲۴ ساعتو په لږ موده کې د مخور نومیالیتوب سپوږمکۍ یې د ځمکې گرد چاپیره را تاو او د ټولۍ نړۍ پر رسنیو یې د ستورو باران جوړ کړ. د ۲۰۰۸ز کال د د سامبر په څوارلسمې د یکشنبې په ورځ ، په بله وینا له کورناسته کیدلو اووه دیرش ورځې مخکې جورج بوش د بغداد د کتنې پټې پتیـینې ته ملا را وتړله او د چا خبره غوښتل یو surprise trip گل یون /گ� �گشت ولري. هغه ناڅاپه د عراقي ډیوټ قندیل په شان په یوه لوی تالار کې راڅرگند او د یوې غټې عراقي ډلې او� �یدونکو ته یې وویل:The war is not over. It is decisively on its way to being won. (جگره لا پای ته نه ده رسیدلې، [خو] له څونه څاره پ� �ته د سوبې پرلاره د درمولو په درشل کې ده.) بوش خپله خبره لا نه وه خلاصه کړې چې د البغدادیه د تلویزیون خبریال منتظر الزیدي را پورته شو او خپل غبرگ بوټان یې یو په بل پسې د هغه پرمخ وویشتل او ویې ویل: هــذه قــبله الـوداع مـن الشـعـب الـعـراقـی ايـهـا الـكـلب! و هــذه مـن الارامــل والايتام والاشـخـاص الـ� �ين قـتـلـتهـم فـی الـعـراق (اې سپیه! دغه د عراق د ولس او د هغو کونډو او بې پلاروشویو ماشومانو له پلوه له تا سره د خدای په امانۍ مچکه ده چې په عراق کې وژل شوي دي.) بوش د تگزاس د کاوبایانو د اکټ او پـېـښو په کولو په بریالیتوب وکولای شول چې خپله له اندیښنو ډکه او ، په ناببره ټپ ککړیدونکی ککرۍ د منتظرالزیدي د نښه وی� �تونکو سترگو او لاس له کړس څخه ایخوا دیخوا کړي او پرې نه ږدي چې پرچوڼیا {بنفش] رنگه مخ یې د نـَمجنو قهوه یي بوټانو مچکې و موښليد الزیدي بوټان د یوه شپږ متریز واټن له وهلو وروسته د جورج بوش او دهغه د [کیڼ لاس] � �اسپوڅي نوري المالکي له منځه تیرشول او د اسلامي او امریکایي بیرغونو ترشا پردیوال له مښتلو وروسته د یوه د� �َز وږمي غږ په جوړولو چې باید له لرگي او څرمن څخه راپورته شوی وي ، پرځمکه ومښتل. په دې توگه د نړۍ تر ټولو نیکمرغه سړی یو ځل بیا ات� �ل شو ( که رښتیا ووایم ، په دغو کلونو کې اتـل کېدل څومره اسانه او ارزانه شوي دي!) او منتظرالزیدي د بوش او م الکي د ساتندویانو دلینگتو او سوکانو تر درَب لاندې راغی. اتـل دواړه بوټان د غالۍ له مخې راپورته کړل ، د هغو تــَـلیو ته یې په ځیر وکتل ، د څو شېبو لپاره چوپه خوله پاتې شو. بیایې په ډیرۍ هوښیارۍ او اندیالۍ وویل: If you want the facts, it's a size 10 shoe that he threw. (که رښتیا راباندې وایاست، د هغه د را غوځارشویو بوټانو شمیره ۱۰ ده) د جورج بوش هوښیارۍ د چا رخه او سخه راپاروي ، که فروغ فرخزاد ژوندۍ وای نو هغې به ویلي وای ای په ما گرانه ، ای زما یوازینی یاره! / کله چې تا درواغ ویلې ، څومره زړه سواندی ښکارېدې هوښیار جورج بوش د منتظر الزیدي د بوټانو شمیره په هوښیارۍ پټه کړه او ډیر په زړه سواندي غږ یې (ښایي نه یې غوښتل د چا زړه و ځوروي) Size 10 وویل ، که نه خدای پوهیږي چې د الزیدي د بوټانو نابرابره شمیره ښايي ۱۱ او ۹ وي که زما خبره نه منـﺊ ، نو د نړۍ � �ه لوی نفت سالار څخه په لاندینۍ پته وپوښتۍ :ttp://satiricalpolitical.com/?p=5188 دغه بوټان د سترگو په رپ کې د جورج بوش او نوري المالکي د کنفرانس له تالاره دباندې ووتل او لکه له ځمکې هوا ته د چټکو توغنديو په شان له یوې شپې ورځې په لږ موده کې په لوړه غاړه د ا ُستوا تر لیکي راتاو شول او اوس د ازانگو له نړیوال غبرگون څخه یې داسې بریښې چې بیرته د ځمکې پرمخ د کښینستلو او د الزیدي د کور انگړ ته د بیا تگ هیله نه لري. څومر سرغاړي او سربداله بوټان دي! اتل او د اتل دښمن ! په امریکا ، عراق او افغانستان کې ډیري کسان جورش بوش پیژني. هغو کسانو هم چې د ۲۰۰۸ ز کال ددسامبر تر څوارلسمې د هغه نوم نه وو اوریدلی نوموړی د یوه چټک ورزشکار په توگه پیژني او په خپلو ستاینو کې د هغه نړۍ غاړه او د ریدي گل په شان نازک اندام ور ستایي. څرگنده ده چې بوش د خپل نومیالیتوب د بیا نومیالي کیدلو لپاره اړتیا نه لري چې له منتظرالزیدي او یا د هغه له بوټانو څخه م نندوی اوسي. که هر چا غوښتي وای چې بوش په هر څه وولي ، نو د زیدي په شان به په ماتو هډونو ، پښو او پوښتیو په زندان کې غورځول شوی وای او د گلاب او نومیدۍ د اور په لمبو کې به یې د کباب شوي بلل د ځورول شوي زړه له کوکارو س� �ه د گډو ځورونو خوند څکلای وای ؛ ان که خدای مه کړه د عراق ټول ولس پر بوش د بوټونو باران وَرَولای وای بیا به هم ډله ډله وژل شوي وای او دی به بیاهم لوړه غاړه افغانستان ته تللی وای او د خپل د [ښي لاس] لاسپوڅي له لاسه به یې د شاه امان الله خان مډال تر لاسه کړی وای او همداسې به د یوه اتل په توگه پاتې شوی وای او اتلواله ژوند به یې درلودلای وای. دغه بدمرغه بوټ غورځوونکی څوک دﺉ؟ آیا تر دې به بله له لیونتوبه ډکه پوښتنه وموندل شي؟ د یوه بوټ- غورځوونکي خبریال چې نوم یې د پرون په شان د ناپیژندنې په تورو وریځو کې پټ دﺉ ، زموږ د دردونو د کوم درد په ځانگړې توگه زموږ د پوهنیزو او پوهنتوني دردونو درملنه وکړي؟ تر اوسه د هغه د توکم ، ژبې او یا د ټبر او ټغر تأریخي ویاړونه یا شرمونه نه دي څرگند. خو له دې سره سره په ځینو رسنیو کې داسې � �اغلي دي : 1) www1.farsnews.com/newstext.php?nn=8709260898په عراقي بین النهرین اډې کې میشتې د فارس خبري رسنۍ ولیکل : د � �ویدیځ د یو شمیر رسنیو د ادعا برعکس او له هغو څخه د Associated Press په گډون ، منتظرالزیدي نه یوازې دا چې سني نه دﺉ او نه د شیعه گانو په لاس نیول شوﺉ ، بلکه یو زړه ور عراقي شیعه دﺉ چې د امریکا د امنیتي ځواکونو له پلو نیول � �وی او تر اوسه د هغوی د ځورونو تر متروکو لاندی پروت دﺉ . گزارش د شیعه گانو پر وړاندې د لویدیځو رسنیو پر بې ځایو ، بلوسناکو او لاسوهونکو ادعاگانو ټینگار وکړ. منتظر ، یو شیعه نوم دﺉ چې عراقي شیعه گان یې د خپلو ما� �ومانو لپاره په دې مذهبې هېله خوښوي چې یوه ورځ به ځان د زمانې (عج) د امام په رکاب کې د نړۍ له زور واکو ناتارگرو سره په جگړه کې بلهاری کړي2) www.bbc.co.uk/persian/world/2008/12/081219_v_r_iraq_bush_shoes_iran_media.shtml د م نتظر الزیدي له نوم غټاوي څخه دې دډه وشي ، ځکه هغه ویلي چې په عراق کې د ایران له لاسوهنو څخه زښت زیات خواشینی دﺉ. 3) www.bbc.co.uk/persian/world/2008/12/081216_nh_shoes_bush_ieaq.shtmlد Associated Press خبري � �سنۍ د ضرغام الزیدي له خولې لیکي : منتظرالزیدي نه یوازې دا چې په خپل هیواد کې د امریکایي ځواکونو له شته والي څخه کرکه درلودله بلکه د ایران له برلاسیو او د ایران تر سیوري لاندې د عراقیانو له سیاسي او ټولنیزژوند سره هم په ټینگه مخالف وو او گروهن وو چې ایران او امریکا دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي. هغه څه چې منتظر الزیدي وکړل .... د بوش پرمخ د بوټ ویشتلو په سبا ورځ Dave Lindorff د امریکا نومیالي خبریال او کره کتونکی تر دغه سرلیک لاندې یو اوږد یادښت لیک ولیکه : هغه څه چې منتظرالزیدي وکړل ، باید څو کاله مخکې نورو خبریالانو کړي وای. د هغه د یادښت لیک لنډه ژباړه داسې ده: فلادلفیا ، د ۲۰۰۸ز کال د دسامبر پینځلسمه : عراقي خبریال منتظرالزیدي په بغداد کې د رسنیو د یوه کنفرانس په ترڅ کې خپل بوټان د ام� �یکا د ولسمشر جورج بوش پرمخ ور وویشتل. دغه کارباید د سپینۍ ماڼۍ د رسنیو د کارکوونکو له پلوه څو کاله مخکې تر سره شوی وای. همدلته به یې رابربنډه کړم چې : د رسنیو ترمخ د جوج بوش د بې سارو درواغو ته غوږ نیول په ځانگړې توگه د پردۍ د شا ساز ته د نڅېدونکو لاسپوڅو خبریالانو په مکیز تاویدنه چې مخکې له مخکې جوړې شوې پوښتنې د وښو په شان ژویي ما دې ته اړ باسي چې بوټان مې را واخلم او د تلویزیون ښیښه پرې وولم. که څه هم الزیدي د خپل کار بدل د ناتارگرو د سوکانو او لینگتو په درَب کې د ځان په بیه واخیست خو په خپله ورهڼه کې اتـل وگڼل شو. هغه د بوش د مردارو خبرو مخه ونیوله او بوش یې بیرته ځانته په خپله هینداره کې داسې ور وپيژانده : سړي وژونکیه ناتار گره! لاس دې د یو میلیون عراقي وگړو په وینو سور دﺉ. الزیدي د لارښود د مکیزونو د مخنیوي لپاره هغسې چې ښایي له لنډ مهالي نیول شوي مورچل څخه کارواخیست. الزیدي د بې ژبو کسانو ژبه شوه او د ټولو هغو کسانو استازیتوب یې وکړ چې ژوند یې د همدغه لارښود له لاسه پو پنا شوی وو. هره ورځ زموږ د پلو� �ل شويو لاسپوڅو خبریالانو له پلوه د وژل شویو کسانو گزارش نه ور کول کیږي. زه هېڅکله ددې وړاندیز نه کوم چې د ولسمشر له کنفرانسه دې خبریالان تل په لوڅو پښو را ووځي. خو د هغو کسانو د سپکاوي لپاره چې موږ سپک گڼي ، د بوټ غورځولو له لارې پرته نورې ښې لارې هم شته مگر دا هم بده نه ده چې کله نا کله خپلې سترگې د یوه یا دوه تنو خب� �یالانو د بوټانو په لیدلو هم روښانه کړو چې د یوه درواغجن لارښود پر خوله یې ور ولي. یا دا چې یوه ورځ دې ټول خب� �یالان د کنفرانس له تالاره ووځي چې ولسمشر په تالارکې یوازې پاتې شي؟ زه وړاندیز کوم چې د ولسمشر د واکمنۍ د پاتې د وروستیو پینځو اونیو په ترڅ کې دې خبریالان د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره خپلو اړیکو ته نوی رنگ ورکړي او د هم دغه نوښت تر سیوري لاندې دې د مخکې له مخکې فرمایشي پوښتنو او له شرمه ډکو چلونو ولونو څخه لاس پر سرشي ، د ور � �نډو شویو خبرو لړۍ دې پریږدي او کله چې اړینه وي له تالاره دې ووځي. دا به هم بده نه وي چې ځینې ککرې او مخونه دې په بوټانو ونازول شي. د بوش د واکمنۍ تر سیوري لاندې ژورنالیزم په رسوا ترینه آفت او اړه دوړۍ اوښتای وو ...نن سبا چې ددغې ادارې له سره تر پایه بنسټ د ورځني ژوند یوه ملنډه گرځېدلی ، ژورنالیزم ته نوۍ کړکۍ پرانیستل کیږي او ورته نوې سا ور کوي ، پرته له هغه به اوسنۍ رسوایي گانې د نوۍ ولسمشرۍ [اوباما] ادارې ته هم لاره ومومي. زه وړاندیز کوم چې د کولمبیا د ژورنالیزم پوهنځی ، چې زه هم هلته روزل شوی یم – منتظر الزیدي دې په رسمي توگه په کار و گوماري او له هغه دې وغواړي چې زده کوونکو ته په کنفرانسونو کې د ژورنالیزم چلونه) ور زده کړي ( دغه کاري قرارداد باید څو کلن وي ، ځکه د الزیدي له بیرته تگ وروسته به گرانه وي داسې سړی وموندل شي چې د هغه پښه د ا� �زیدي په بوټ کې برابره را شي.) د سپینۍ ماڼۍ د ټولنیزو چارو کارکوونکی ښاغلی Skip Mendler په زړه پورې وړاندیز لري : د هر چا چې د بوش – چینې له اداره څخه ښه نه ایسي نو خپل یو بوټ دې سپینې ماڼۍ ته راولیږي. آیا ددغو زَړو او بدیو بوټانو غونډۍ او کواړۍ به نندارچیان ونه لري؟ لاس په کار شـﺊ، د بوټ لیږلو پته دا ده :Outgoing President George Walker Bush,The White House, 1600 Pennsylvania Av., NW, Washington, DC 10500, USA [][]ريجاينا/ کانادا ددسامبر اوه لسمه، 2008 تـړښتـلیک : ۱ – د Dave Lindorff اوسنۍ لېکنه د ۲۰۰۸ زکال د دسامبر د ۱۷ تر ماښامه په ۴۳۸۰۰ ویب پاڼو کې خپره شوې.۲- که غواړﺉ چې د هغه لیکنه له نوموړي څخه ترلاسه کړﺉ نو د dlindorff@yahoo.com په پته ور سره اړیکه ونیسـﺊ. ۳ – د لیکوال له دلوی والي یو ښه بیلگه دا ده چې د خپلو لوستونکو بریښنالیکونه بې ځوابه نه پریږدي. ۴ – په دغه لیکنه کې د BS د مانا لپاره مو د بلې مانا تر موندلو پورې د مردارو خبرو په � �اوړنې بسنه وکړه د فارسي اخځ لېک :"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کهکشانو ډېره ستره کړۍ کشف شوه", "output": "٢٤ وری ١٣٨٤ دهابل فضايې تلسکوپ چې د خپل خدمت وروستی ورځي تيره وي په دې بريالی سوی دی چې دکهکشانو د کړۍ ډېر ستر انځورونه چې د لوګي غوندي اوريځې ته ورته او د دايروي شکل په څير په فضا کې ليدل کيږي، مځکي ته را مخابره کړي . دکهکشانو کړۍ يا دايره يو ځانګړی ډول کهکشان دی چې د يوې لوی ګردي څرخ په څير دآبي ستورو نه تشکيل سوی او د هغوي په مرکز کې د ژيړ ډولو ستورو يو ه ستره هسته ځاي لري . ددې ډول کهکشانو لومړی ډله په کال ١٩٥٠ کی ليدل شوي وه. هغه کړۍ چې ددې ځانګړو کهکشانو په ګرد چاپير کې ځاي لري، و يو خاص ډول موجونو ته ورته ده چې په سوليتن Soliton باندي ياديږي . دا ډول موجونه د لومړي ځل دپاره په ناڅاپي ډول په کال ١٨٣٤کې جان اسكات راسل نومي يوه اسکاتلنډي مهندس کشف کړ . راسل چې يو وخت پر آس باندي د يوې کښتۍ چلونکي مخصوص کانال تر څنګه تېرېدی په هغه ځاي کې چې د کښتيو د تم ځاي دپاره ټاکل سوی وو متوجه سو چې يو ډول دايروي شکله غوندي موجونه جوړېږي چې تر ډېر اوږد واټنه پوري خپله انرژي او شکل ساتي . دا پېښه تر ډېري مودي پوري د ياده وتلې وه تر څو چې د ١٩٠٦ په لسيزه کې د مارتين كروسكال په نامه يو امريکايې فزيک پوه يو ځل بيا هغه کشف کړه او د هغه دپاره يې د سوليتن Soliton د نامه وړانديز وکړ او د هغه فزيکي ځانګړتياوې يې واضح کړلي . په مسکو کې دفزيک دانرژی د موسسې د جرج پرونكو په قول، نوې کشف سوې کهکشانو ته چې د هوگ آبجكت Hoag Objectنوم ټاکل سوی دی، د سوليتن د موجو ددرې کنجه ډوله څخه دی چې دهغوي اجزاوي د اوبو يا غازو د ماليکولونو په عوض کې هغه ستوري تشکيل کړي دي چې دهغه په مرکزي هسته کې دجاذبې د قوې په مجموعې کې په ګردښ کې ده . د سوليتن ډېر ساده ډول ګردباد دي . د تازه کشف سوي کهکشان په هغه تصويرونو کې چې دهابل د تلسکوپ په ذريعه را لېږل سوي دي د سوليتني د دايرې نه تر ټولو داسي ستر انځورونه را ښيې چې نړيوالو تر اوسه هغه ليدلي وه خو په دې انځورونو کې په ښکاره ليدل کيږي چې څو بېل ډوله د سوليتن د کهکشانونو ډله موجوده ده . په دې توګه جوته کيږي چې دا ډول کهکشان چې د هغوي په اړه تر اوسه پوري ډېر لږ معلومات په ﻻس کې وو، د نادره کيهاني اجرامو په ډله کې نه راځي . تاسو کولاي سی د تازه کشف سوي کهکشانو انځورونه په لاندنی فضايې پاڼه کې ووينی : www.arxiv.org/ps/hep-th/0503167"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د( هلمند) مياشتنۍ جرېدې نوې ګڼه چاپ سوه", "output": "د هلمند مياشتنۍ جريدې نوې ګڼه چې پرله پسې ۶۱۹م ه ګڼه كېږي په څلورو مخونو كې له چاپه راوتلې ده، چې مسوول چلوونكى يې محمد اكرم دى. دا د هلمند جريدې څلو� �مه ګڼه ده چې په كمپيوټري بڼه چاپېږي، تر دې مخكې دغه جريده په حروفچينۍ بڼه چاپېده، چې اوس يې ليكنې هم د لوستلو وړ دي. د برېښناليك پته يې ده: helmand.journal@gmail.com د ګرځنده فون � �مېره يې ده: ۰۷۹۹۱۳۰۵۷۰"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دالظواهري ددرملنې لپاره دډاکټرغوښتنه شوې", "output": "دامریکا د(سي بي ایس) ټلویزیون داسې یو� �یک ترلاسه کړی چې ورکې دالقاعدې دیوه مهم غړي ایمن الظواهري دټپي کیدو خبر ورکړ شوی.دسي بي ایس تلویزیون � �پوټ خپورکړی چې دوى دپاکستاني طالبانو يو ليک ليدلى چې پکې دالظواهري د درملنې لپاره د ډاکتر فوري غوښتنه � �وې .دغه لیک وروسته له هغه لیدل شوی کله چې د جولاى په اته ويشتمه نېټه دپاکستان په یوه قبایلي سیمه دتوغندیو برید وشو.سي بي ايس ويلي چې د بيت الله مسعودليک دجولاى په نهه ويشتمه ليکل شوى اوپکې دایمن ا� �ظواهري لپاره دډاکتر فوري غوښتنه شوې.سي بي ايس زیاته کړې په دغه ليک کې دبيت الله مسعود مهر اولاسليک هم ت� �ترسترګوکیږي اوپکې ويل شوي چې دا مصرى (ایمن الظواهري )سخت خوږ لري اوټپونو يې ګزک کړى دى .که څه هم ت� �اوسه دپاکستاني چاروواکو دغه خبرندی تاييد کړی خودپاکستان دپوځ یوه ویاندچې نوم یې ندی ذکرشوی ویلي چې دوی ددغه راپور په اړه پلټنې پیل کړي. دبيت الله مسيد ډلې هم تراوسه ددغه لیک په اړه څه نه دي ويلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محل او جونګړه", "output": "محل اوجونګړه جابر احمد مخلص منګل ځم دخداي په مان خيردي پوره مي كه آرمان نشوجوړزمادپاره ستاپه خوله كي جانه جان نشو داڅنګه انصاف و چي هرچازه ملامت كړمهډك دمحبت زړګۍ مي تاباندي تاوان نشو زه شومه كابل په وينوسورشوم لوټي لوټي شومستازړګۍ همغسي روغ پاتي شولغمان نشو ماخپل محبت په سركوڅوكي ګرځوو تاسيستامحبت هغسي ګران پاتي شوارزان نشو ماستاقيصه اومنله ورسته شوم اوغلئ شومستاپه مخ زمادليوانتوب پاتي نشان نشو جنګ خوپه جونګړه چارچاپيردسيتمونووتاپكي محل بچ كړوكمال دي وكړووران نشو سترګي دي بدلي كړي محفل كي دي چي نه كتلومي شويقين زړه كي مي پاتي هيڅ ګمان نشو خلقوبه وئيل چي مينه ژوند نااوباسى سړئداخومخلص لاشولوهوښيارپكي نادان نشو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې نن سهارځان مرګۍ بريدشوې دى .", "output": "د افغانستان په محلى وخت نن سهار د ٩:١٠ بجو په شاو خوا کې د کندهار ښار په دويمه څلور لاره کې په عمومي سړک يو سخت خونړى ځان مرګۍ بريد تر سره شوى دى . ويل کيږى چې ځان مرګى بريد په يو سراچه ډوله موټر کې رامنځ ته شوى دى . دغه سرښندوى بريد هغه وخت رامنځ ته شوى دى چې د امريکايې ځواکونو يو قطار د کندهار په عمومي سړک د تيريدو په حال کې وو. دځاني او مالى زيان اندازه لا تر اوسه نه ده معلومه ، او لاره د ترافيکو پرمخ د داخلى او بهرنيو ځواکونو له خوا تړل شوې ده . وروستي رپوټونه وايى چې په دې چاودنه کې د ځان وژونکى په شمول څلور کسان وژل شوى دى .څلور تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوى دى . يو امريکايې موټر هم اور اخيستى دى . عيني شاهدانو ويلى دى چې دوى د امريکايې ځواکونو دوه تنه ټپيان هم ليدلى دى چې د امريکايانو له خوا روغتون ته په بيړه ليږدول شوى دى .دولتې چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې هکله څه نه دي ويلي . د طالب اورپکو يو وياند قاري محمد يوسف ويلي دى چې دا سرښندويه بريد د دوى له خوا تر سره شوى دى . ده وويل هغه چا چې دغه بريدسرته رسولى دى دين محمد نوميږي او دکندهار اوسيدونکۍ دى . طالب وياند ويلى دى چې په دغه بريد کې دوى څلور امريکايان وژلى دى . دافغانستان دفاع وزارت منلې ده چې په دغه چاودنه کې څلور بهرني فوځيان ټپيان شوى دى . چاودنه دکندهار ښار د پنځمې ناحيې په اړوند سيمه کې رامنځ شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر: دوستم راغی", "output": "عزمت علي ایډیټ:جلالزی د جنبش ګوند نوم بدی مشر جنګ سالار جنرال دوستم تیره ورځ ناوخته له ترکیې څخه افغانستان ته را ستون شو.نوموړی تیر کال د ترک تبا� �انو د شورا له مشر اکبربای سره تر یوې لانجې وروسته له هیواد څخه وشړل شو.جنرال دوستم له تیر یوه کال را پدې خوا په ترکیه کې اوسیده.تیره ورځ ناوخته د ترکیې هیواد یوې پوځي الوتکې جنرال دوستم د کابل هوآيي ډګر ته را و� �ساوه او نوموړی د خپلو یو شمیر پلویانو په ملتیا د شیرپور سیمې ته لاړ چیرته چې د نوموړی ماڼۍ شتون لري.جن� �ال دوستم په روانو ټاکنو کې د حامد کرزي پلوي کوي او وروسته تر هغه هیواد ته را ستون شو چې ولسمشر کرزي د نوم وړي پر وړاندي هر راز لګول شوي بندیزونه لري کړل.جنرال دوستم د طالبانو د سقوط پر مهال په شمال کې د امریکې ملګری وو او د شاوخوا اتلسو زرو طالبانو په وژل کیدو تورن دی.د بشر د حقونو مدافع ډلو دوستم یو بدنامه جنګ سالار په ګوتو کړی او څو څو ځله یې په افغان دولت غږ کړی چې نوموړی د طالبانو د ډلي وژني په تور محاکمه کړي.د جنرال دوستم د محکمې مسله د افغانستان د انتقالي عدالت په هغه کتاب کې هم غوښتل شوي چې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا ترتیب شوی دی.افغانستان ته د دوستم په راتګ سره خلګ سخت په غوصه دي او عادي افغانان له نړیوالي ټولني او په خاصه توګه د جنګي جنایتونو د ځانګړي نړیوالي محکمې څخه غواړي چې په خپله مداخله دوستم مح اکمې ته را کش کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عراق که 30 بې سره جسدونه موندل شوي دي", "output": "عراقي پولیس وایي 30 بې سره مړي یې چه لمړی په ډزو وژل شوي او وروسته یې بیا سرونه ترینه غوڅ شوي له یو ډلیز قبر نه عراقي پولیس وایي 30 بې سره مړي یې چه لمړی په ډزو وژل شوي او وروسته یې بیا سرونه ترینه غوڅ شوي له یو ډلیز قبر نه تر لاسه کړي دي د عراق د پلازمینه بغداد د شمالي ښارگوټي هیله د پولیسو یو مسؤل سلام تراد وویل چه د وژل شویو کسانو په ډله کښي د دوو ښځو مړي هم لیدل کیږي او دا چه دا مړي د کوم ټبر او د چاه له خواه وژل شوي دي تر اوسه ړون والی نه بریښي.تراد دا هم وویل د عدلې طب چارواکو بیا وویل چه دا مړي په هغو کسانو پوري تړاو لري چه 60 ورځي مخکي په همدې سیمه کښي تري تم شوي وو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل : دريو وزيرانو اولسي جرګي ته رپوټونه وړاندي کړه", "output": "احمد لودين نن دنوي کابيني دري تنه غړي دملي دفاع ، ښووني او روزني او عدلي وزيران د اولسي جرګي تالار ته تللي وه او دبارو درايو د ترلاسه کولو دپاره يي خپل ګذارشونه وړاندي کړه او دوکيلانو پوښتنو ته يي ځوابونه هم وويل چې د ملي دفاع وزارت ته يې ستر جنرال عبدالرحيم وردګ، د عدليې وزارت ته يې محمد سرور دانش او د پوهنې وزارت ته يې ډاکټر فاروق وردګ وړانديز کړي، اوس مهال هم سرپرست وزيران دي . د ولسي جرګې د تېرې ورځې د پرېکړې له مخې، ولسمشر حامد کرزى بايد د ټولو ٢٥ وزيرانو لست بشپړ کړي، دغه وزيران ولسي جرګې ته حاضر او خپل پلانونه وړاندې، د وکيلانو پوښتنې ځواب کړي او په پاى کې به ټولو وزيرانو ته په يوه ورځ د باور رايې په موخه صندقونه کېښودل سي . لمړۍ د دريو واړو وزيرانو ژوند ليکونه پيل سوه او وروسته يي خپل پلانونه او ګذارشونه وړاندي کړه وروسته يي دوکيلانو پوښتنو ته چي ډير يي دملي دفاع وزارت ته راجع وه ځوابونه کړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له بيت الله محسود سره مرکه (د.ج ليکنه)", "output": "په قبايلی پاکستان کې د طالبانو له مشر بيت الله محسود سره مرکه(د.ج ليکنه) نيټه:د می مياشتي 28مه پوښتنه:بينظير بوتو چا ووژله او که ژوندۍ واي،اوس به د هغې پر وړاندي ستاسو دريځ څه وو؟ بيت الله محسود: که بېنظيربوټو نه وای وژل شوي او اوس د پاکستان لومړۍ وزيره وای او هغې اوس د مونږ پر ضد پوځي کمپاين پيل کړي وای ،نو مونږ به هغه وژلي وای، خو له دې ټولو نه ته سره شويو کارونو سره اوس مونږ وايو چې داسي کوم ثبوت نه شته چې مونږ د بوټو په وژنه کې ښکيل وبولي . قبايلي طالبان په دې وياړي چې د يهودو او عيسويانو پر ضد په خپل پوره توان سره جنگيږي . پوښتنه: تاسو خپلي اړيکي په افغانستان کې له طالبانو سره څگه ټينگوۍ او ايا تاسو په هغو عملياتو کې له افغاني طالبانو سره ونډه اخلۍ کوم چې د افغان ، امريکايي، او نورو بهرنيو سرتيرو پر وړاندي د افغانستان په دننه کې تر سره کيږي؟ بيت الله محسود: دا يو اسلامی اصل دی.گورۍ، هغوي (امريکايان)د عراق په ابوغريب زندان کې له ښځو او نورو بنديانو سره څه کوي؟ او له مسمانانو سره په کوبا او فلسطين کې او يا هندوان په مسلمانانو باندي په کشمير کې څه ظلمونه کوي نو مونږ ته لازمه ده چې د هغوي پر ضد جهاد وکړو او يو له بل سره مرستي وکړو.الله دې د افغانستان طالبان ونازوي او هغوی ته د توفيق ورکړي ځکه چې هلته ټول افغان طالبان ولسي خلک دي او له هغوی سره زم ونږ يوازي 5 سلنه طالبان مرسته کوي او مونږ له افغانی طالبانو سره خپلي مرستي د اسلام په نامه تر سره کوو. پوښتنه: ايا ستاسو جنگيالي په خاصه او مستقله توگه د افغانستان په دننه کې عمليات تر سره کوي؟ بيت ا� �له محسود: د اسلام دښمنانو ډير اسلامي ملکونه اشغال کړي دي او افغانستان مونږ ته ډير نژدې پروت اشغال شوی هيواد دی ، او مونږ هڅه کوو چې د الله په ملتيا د دې خاورې (افغانستان) هره يوه سيمه چې وکړای شو له اشغال گرو ځواکونو څخه وله کړو او دا زمونږ ستر آرمان دی . پوښتنه: د القاعدې سازمان په اړه او د دې سازمان د مش� �انو په ارتباط که تاسو راته ووايست چې ډير ملکونه واېې چې تاسو اسامه بن لاډن، ايمن الظواهري،ملاعمر او د ال� �اعدې نور مشران په خپلو سيمو کې ساتلي دي، ايا دا خبره څومره واقعت لري؟ بيت الله محسود: ملاعمر او اسامه بن لاډن دوه ستر مجاهدين دي چې د الله د رضا لپاره جنگيږي او هغوي د مسمانانو دوه مهم مشران دي. دا دوه مشران د نړۍ په ټولو مسمانانو گران دي هغوی په پوره شجاعت له امريکايانو سره جګړه کوي او مونږ هغوي ستايو او پوره م� �اتړ ېې کوو .که څه هم هغوي په دې سيمه کې نشته خو که هر څه وغواړي مونږ به ېې ورته برابر کړو، که هغوي زمونږ په سيمه کې استوگنه وغواړي استوگنه ورکوو که هر څه وغواړي حتی مونږ خپل ځان هم له هغوي قربانولای شو . پوښتنه : د پاکستان د اتومي وسلې په اړه ستاسو نظر څه دی؟ بيت الله محسود: پاکستانی حکومت بايد د مسلم انانو د ملاتړ او د خپلو دښمنانو د ويرولو لپاره له خپلې اتومی وسلې کار واخلي. خو مونږ د پاکستان تر اتومي وس� �ي ډير ځواکمني وسلي لرو .مونږ فداېې جنگيالي لرو چې په هره سيمه کې ډير بريالي عمليات تر سره کولای شي خو د پاکستان حکومت او پوځيان په خپله اتومي وسله اختيار نه لري او ټول سياستودنورو ملکونو په لاس ورته جوړيږي .پاکستانی حکومت بايد د اختيار خپلواکي ولري او د دې پر ځای چې په خپلو وسلو خپل مسلمانان ووژني بايد خپل دښمنان پرې نابود کړي .مونږ خوشهاله يو چې امريکايان دلته شته دا ځکه چې مونږ ېې پر وړاندي جهاد وکړو او م ونږ خوښ يو چې زمونږ يهود او نصراني د ښمنان د همدې امريکايانو په مينځ کې شته، او که خدای غوښتل د هغوي پر وړاندی به جگړه تر پای پوري دوام ومومي. اړينه يادونه:د بينواويب پاڼي لوستونکو!دا مرکه د لومړي ځل لپا� �ه د همدې ويب پاڼي له لاری په پښتو ژبه خپره شوه او نوري ويب پاڼي او خپروني ېې بايد د خوندی توب حق ته درنای وکړي او د نشر په صورت کې بايد د بينواويب پاڼي نوم ورسره وليکي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي صيب ته ملامت يې که نړيوال انډيوالان دي ؟", "output": "پوره شپږ کاله کيږي چې افغان دولت او د هغه بهرني انډيوال تر وښو لاندي آوبه تيروي اود ملت سره بيا هم خپلي کړي وعدي په اصطلاح په اوبو ليکي مګر تر کومه به داسي دوکې رواني وي او غريب ملت به غلول کيږي آخير که دا ملت هيڅ ونه وايې يوه ورڅ به داسې راشي چې په خيلوڅانو به په خپله شاهدي ورکړي که زاچې هم غله .وخپل ملت خو به دې لدې خاطره چې ستاسو حيثيت ته کومه صدمه ونه رسيږي چپ پاتي شي مګر نړيوال خو بيا ددي په قصه کې هم ندي اوس ښه شوه چې د څان دسپيناوي لپاره يو پر بل تورونه لګوي، ته وايۍ په افغانستان کې د کوکنارو زيات کښت او د نشه يي توکيو له اټکل څخه زيات توليد، د نړيوالې ټولنې په منځ کې د نه همغږۍ لاملونه دي او داتور ذ هم په نړيوالوواچولو چې د نشه يي توکيو لېږد رالېږد نړيواله ټولنه کوي او مافيا هم د دوى ده، نه د افغانانو .او همدارنګه دي په ډيره عاجزي سره داهم وويل چې په کوم څاي کې چې زموږ واک دي هلته کوکنار نشته مګر هلته چې د نړيوالو سوله ساتو واکمن دي هلته کوکنار ډير کرل شوي چې لدي خبري څخه يې په نيغه توګه انګريزان و کوم چې په هلمند ولايت کې د وسلوالو سره په جګړه بوخت دي د زياتو سرتيريو او پرمختلليو جنګۍ سامانونو او آسانتياوو درلودونکې هم دي مګر بيا يې هم نيم هلمند دکرزى په وينا طالبانو په ولکه کې ورکړئ کله قومي مشران ور دمخه کړي او کله هم په عمو وګړيو سپک او درانده بمونه را وغوڅوي او بيا ورته د وسلوالو جنګياليو نوم ورکړي په هرصورت داسې ډيري تودې او سړې پرموږ راغلې دي او پداسو پيښو کې نور پاخه شويو... رابه شو اصل موضوع کوکنارو او ستاسو ترمينځ د تو� �ونو ړ لګولو لوبه چې څوک به يې يوسئ والله لوبه خو ګرمه ښکاري مګر د لوبو توپ خو پښتون غريب دي او هرې خواته مو چې زړه وغواړي هغې لور ته په لغته وهئ اما که (( شپه ده مڼې په شمار دي )) هر څومره يې چې شکوئ ويې شکوۍ سبايې حساب شته دا داسې ټبر ندى چې چاته خپل وار پريږدي خير داټولې خبري او دعوي او دنګلې به يې خپل وخت ته پريږدو بيا به هم راشو د لوبو ډګر ته چې څوک يې وړئ . کرزى او که ټولنه ؟نړيوال دا وايې چې افغان دولت د کوکنارو په م ينځه وړلو کې پاتې راغلئ او ملګرو ملتونوهم سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د ١٧ په سلو کې او د نشه يي توکيو په توليد کې د ٣٤ په سلو کې ، د زياتوالي خبر ورکړي .د کوکنارود زيادښت دغه رقم د هغې سروې له مخې په ډاګه شو، د کومې پايلې چې نن څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو او جرمونو پرضد څ انګې ( UNODC ) مشر، انټونيو مارياکوسټا (Antonio Maria Costa ) له خوا په يوه خبري غونډه کې اعلان شوي وه . او هغې دا وړاندوينه هم وکړه چې که کچيرې افغان دولت او نړيواله ټولنه ددي بدنامو توکيو پر وړاندې درسته مبارزه ونه کړئ په راتلونکې کې د ناکامۍ لامل به وګرځئ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "يواحساس د لېونتوب مي زولنو ته ګماري بل دا ستا لېونۍ مينه مي لمبو ته ګماري د وطن په بڼ تالان ګډ زمولوي تنكي ګلونه خو ويده ماليار مي لا وه بهاروته ګماري ته د خپل ذكر په بيه حورې پېرې د جنت ما يواځي د څښتن مينه سجدو ته ګماري د دې خاورې د بې وزلو او تس نسو په خا طر ما د سرې لارې ملګري وه رزموته ګماري د مذهب په نوم د جبر تور قانون يوار نن بيا زموږ د وينو سېلابونه توپانوته ګماري ستا پر زنه شنۀ خالونه اوپر مخ د زلفو ټا ل ما سرباز هم كله كله وه نغمو ته ګماري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شمالي کوريا درې اړخيزه خبرو ته چمتو ده", "output": "کابل : ميرويس جلالزی شمالي کوریا د خپل اټومی پروگرام پر سره درې اړخیزو خبرو اترو ته خپل بشپړ چمتوالی څرگند کړ د نوموړی دولت یو لوړ پوړی چارواکي د سې شنبې په ورځ ویلي هیواد یې د امریکا د متحده ایالاتو او چین سره هغي ناستي ته چمتو دی چه دخپل اټومي پروگرام پر سر به پکښي خبري کیږي . د کوریا دا چارواکي دا هم رابرسیره کړې چه د چین هیواد یو لوړ پوړی حکومتي مامور یې واشنگټن ته د ناستي لپاره د لار هواري په موخه استولی دی . د یادونی وړ ده د امریکا متحده ایالاتو او چین په پیوینگ یانگ زور کوي چي تر څو د خپل اټومي پروگرام نه لاس و اخلي ځکه د اټومي وسلو وده به یوازي کوریا نه بلکه د سیمي د هیوادو ثبات ته ستر گواښ وي خو شمالي کوریا تر ده مهاله د اټومي وسلو نه د لاس په سر کیدو لپاره هيڅ راز غوڅ دریځ ندی غوره کری"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هلمند والي د ترياکو د له منځه وړلو هوډ کړی دی", "output": "ع نورزي : هلمند دهلمند والي وايې كه چيري دولسواليوولسوالان په خپله ولسوالي كښې اپين مات نه كړي نوله دندوڅخه به ئې ګوښه كړي . دهلمند والي حاجي شيرمحمداخندزاده نن په هغه غونډه كښې چي داپينودله منځه وړلوپه اړه دولايت په مقام كښې جوړه شوي وه په ډاګه كړه كه چيري دټولوولسواليوولسوالان په خپله ولسوالي كښې ديوې اونۍ په ترڅ كښې ټول اپين كوم چي اوس كرل شويدي مات نه كړي نوولسوالان به له دندوګوښۀ كړي . دهلمند دنادعلي ولسوالۍ ولسوال محمدقاسم دبېنوا خبريال ته وويل : زه چي داوس وخپلي ولسوالي ته ولاړم نواپين به ماتوم داپه داسي حال كښې ده چي دميزان ياتلې پراته ويشتمه هم دكابينې يوشميروزيرانوله كروندګروڅخه غوښتي وه چي پخپلوكروندوكښې بايداپين ونه كري . هلمند يودافغانستان دهغوولايتونوڅخه دي چيري چي ډېركوكناركرل كيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کې د جرمن وګړي ځانمرګى بريد", "output": "برلېن+کابل: د جرمني امنيتي چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره يوه جرمني وګړي په افغانستان کې ځانمرګى بريد کړى دى. د جرمني د بيلد او فوکس خپرونو د � �پوټونو پر بنسټ، دغه جرمنى وګړى له اره ترکى دى او د جرمني په بايرن ايالت کې اوسېده. د سرچينې په وينا، دغه ج� �مني د افغانستان په ختيز کې د امريکايي ځواکونو پر يوه مرکز په ځانمرګي بريد کې برخه اخستې ده. د جرمن چارواکو په وينا، دغه ٢٨ کلن زلمي د ياد شوي هېواد په انسباخ ښار کې د امريکايي چورلکو سترې اډې ته نږدې ژوند کړى دى. د ج� �مني قضايي چارواکو او د لويې څارنوالۍ سرچينو دغه رپوټونه لا نه دي تاييد کړي، خو د نوموړي هېواد څارګرې ادارې څه موده وړاندې اعلان کړى و، چې څلور وګړي يې په قبايلي سيمو کې د ځانمرګو بريدونو پر زده کړه بوخت دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آيا غواړئ، چي الله تعالى ته نيژدې شئ؟", "output": "1. آيا غواړى چې الله تعالى ته نږدې شى؟الله تعالى خپل رسول (ص) ته فرمايي: سجده وكړه او ( پدې توګه خپل رب ته ) نږدى شه.( العلق ۱۹) پيامبر (ص) فرمايي : ( اقرب ما يکون العبد من ربه وهو ساجد ).[i] يعنې بنده خپل رب ته هغه وخت ډير نږدې وي چې په سجده كې وي.نو راځى چې خپل سرونه مو رب ته په سجده باندې روزدي كړو او له خپل رب سره خپله اړيكې ټينګې كړو. 2. آيا غواړې دعاوې مو قبولې شي؟ پيامبر (ص) حضرت سعد ابن ابې وقاص (رض) ته چې يو له هغو لسو كسانو څخه دى چې په دنيا كې د جنت زيرى پرې شوى دى فرمايي: ( اطِب مطعمک تَکُن مستجاب الدّعوه ) يعنې حلاله روزي وخوره چې الله د دعا قبوله كړي.په بل ځاى كې پيامبر (ص) فرمايي: (الدّعاء لا يردُّ بين الأذان والاقامه . ) يعنې د اذان او اقامت تر منځ دعا نه رد كيږي. 3. آيا غواړى پيامبر (ص) د جنت ضمانت درله دركړي؟نو لاندې په زړه پورې وينا ته ځير شئ. پيامبر (ص) فرمايي:( من يضمَنُ لی مابين لحييه وما بين رجليه اضمنُ له الجنّه ) يعنې څوك چې ماته د هغه څه د سمې استفادي ضمانت راكړي چې د دوو زامو او دوو پښو تر څنګ دي ( خوله او شرمګاه ) نو زه به هغه ته د جنت ضمانت وركړم. نو ښايي چې كوښښ وكړو چې خپله خوله او د � �رم ځاى له محارمو څخه مو وساتو . 4. آيا غواړى په جنت كې د رسول الله (ص) سره يو ځاى و اوسى. ( څومره ستر نعمت ، الله مو دې يې نصيب وګرځوي. آمين ) پيامبر (ص) فرمايي: (أنا و کافل ايتيم فی الجنّةِ هکذا ، واشار بالسّبابةِ الوسطی ) [ii]. يعنې پيغمبر (ص) پداسې حال كې چې خپلو دوو ګوتو ته يې اشاره كوله وفرمايل: زه او د يتيم پالونكى به په جنت كې داسې سره يو ځاى وو.په بل ځاى كې رسول الله (ص) د هغه كس په هكله چې ويل يې جنت ته مې يواځې د الله او رسول مينه تياره كړې ده وفرمايل: ( المرء مع من أحبّ) يعنې انسان به په آخرت كې د هغه چا سره يو ځاى وي چې مينه ورسره لري. نو راځى چې پر يتيمانو مهربانه و اوسو او د پيامبر (ص) سره مينه وكړو . د يادولو وړ ده چې د پيامبر (ص) سره مينه د هغه په لاره له تللو څخه پرته په بل څه نشې ثابتيدلاى. 5. آيا غواړى په جنت كې يوه بنګله ولرى؟ نو په لاندې حديث كې غور وكړى چې پيامبر (ص) فرمايي: : مَن بنی لله مسجداً بَنی الله له فی الجنّة مثله [iii] ) يعنې هر څوك چې د الله د رضا د لاس ته راوړلو � �پاره يو جومات جوړ كړي نو الله (ج) به هغه ته په جنت كې يوه بنګله جوړه كړي. 6. آيا غواړ� � الله تعالى مو د قيامت په ورځ د نيكيو پله درنه او د ګناهونو سپكه كړي؟كه چيرې هو ، نو د ريښتيني پيامبر (ص) دا وينا واوره: وما من رجل يتطهّر فيحسن الطهور ثم يعمد الی مسجد من هذه المساجد الاّ کتب الله له بکلّ خطوة ٍيخطوها حسنة ً و يرفعه بها درجة و يحطّ بها سيئة. [iv] يعنې هيڅ داسې كس نشته چې په نيكه توګه اودس وكړي او بيا د جومات لوري ته روان شي ، مګر دا چې الله تعالى به په هر ګام سره يوه نيكي وركوي ، درجه به يې لوړوي او ګناهونه به ترې لرې كوي.عجيبه شان تجارت دى. په يوه وخت كې به د تلې د نيكيو پله دوه چنده درنديږي ځكه دلته به يوه نيكي زياتيږي او د بلې پلې څخه به يوه بدي كميږي. نو په كور كې اودس وكړه او د جومات لوري ته د لمانځه � �پاره ګامونه واخله . 7. آيا غواړى د غرونو په اندازه نيكي ولرى؟ پيامبر (ص) فرمايي: من شهِد الجنازة حتی يصلّی عليها فله قيراطٌ ومن شهدها حتی تدفن فله قيراطان . قيل:وما القيراطان ؟ قال مثل الجبلیي العظيمين . [v] يعنې څوك چې په جنازه كې گډون وكړي تر دې چې د جنازې لمونځ وشي نو هغه ته يو قيراط اجر دى او څوك چې تر هغه ورسره ګډون وكړي چې هغه دفن شي نو هغه ته دوه قيراطه اجر دى.پوښتنه وشوه چې دوه قيراطه څ ومره ده ؟ نو هغه ځواب وركړ چې : د دوو لويو غرونو په شان. 8. آيا غواړى چې وروسته له م� �ګه مو هم د نيكو اعمالو لړى پاى ته ونه رسيږي؟رسول الله (ص) فرمايي: ( اذا مات الانسان انقطع عمله الاّ من ث� �اث : صدقة جارية ، او علم ينتفع به ، او ولد صالح يدعوا له). يعنې كله چې انسان مړ شي نو د هغه اعمال نور پاى ته و� �سيږي ، پرته له دريو څيزونو چې د هغه ثواب به وروسته له مرګه هم وركول كيږي. ۱. جاري صدقه ۲. ګټور علم ۳. نيك اولاد چې هغه ته دعا كوي . نو اوس ستا خوښه چې څنګه كوې ، دا هغه بهترېنې لارې دي چې ستا د نيكو اعمالو پله د� �نولاى شي . 9. آيا غواړى چې الله پر تاسې باندې درود وليږي؟پيامبر (ص) فرمايي : ( من صلّی علیّ واحداً ، صلّی الله عليه عشراً ) يعنې څوك چې پر ما باندې يو ځل درود ووايي نو الله (ج) پر هغه باندې لس ځله درود وايي. سبحان الله ، تر دې نه لوړ مقام چې الله پر تا باندې درود ووايي . نو راځى چې دغه د رحمت پر پيامبر باندې درود ووايو ، په ځانګرې توګه د جمعې پر شپه او ورځ او كله چې د پيامبر (ص) نوم اخيستل كيږي . 10. آيا غواړى ګناهونه مو وبښل شي؟ پيامبر (ص) فرمايي: (من قال سبحان الله و بحمده فی يوم مائة مرّة ح طت خطاياه وان کانت مثل زبد البحر)[vi] يعنې څوك چې په ورځ كې سل ځله سبحان الله و بحمده ووايي نو الله به يې ګناهونه ورته وبښي كه چيرې د بحر د ځګ په اندازه هم وي.په بل حديث شريف كې پيامبر (ص) فرمايې : کلمتان خفيفتان ع� �ی اللّّسان ثقيلتان فی الميزان ( سبحان الله وبحمده ،سبحان الله العظيم) يعنې دوې كلمې دې چې په ژبه باندې ډيرې � �سانې دي اما د اعمالو په تله كې ډيرې درندې دي او هغه عبارت دي له: ( سبحان الله وبحمده ، سبحان الله العظيم ) 11. آيا غواړى چې الله تعالى مو مقام لوړ كړي؟پيامبر (ص) فرمايي: : و ما تواضع احد لله الاّ رفعه ا� �له عزّ و جلّ) يعنې هيچا د الله تعالى په خاطر تواضع نده غوره كړې مګر دا چې الله تعالى يې مقام لوړوي .نو راځى چې ځان د تواضع په ګاڼه ښكلي كړو او د تكبر او ځان غوښتنې لباس له ځان څخه وباسو، تر څو مو د الله په وړاندې م� �ام پورته شي. 12. آيا غواړى الله د هغه كس په شان اجر دركړي چې ټوله شپه يې په عبادت باندې سبا كړې وي؟پيامبر (ص) فرمايي: : (من صلّی العشاء فی جماعة فکأنّما قام نصف الّليل ، ومن صلی الصّبح فی جماعة فکانّما ص� �ّی الّليل کله .) [vii] يعنې څوك چې د ماخستن لمونځ په جماعت سره ادا كړي نو داسي ده لكه نيمه شپه يې چې په عبادت كې تيره كړې وي او چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا كړي نو لكه ټوله شپه يې چې په عبادت كې تيره كړې وي. په بل ځاى كې پامبر (ص) فرمايي چې د ماخستن او سهار لمونځونه په منافق باندې ډير سخت تماميږي. نو په ډير نشاط او مينې سره د دغو دوو لمونځونو په جماعت سره د ادا كولو كوښښ وكړه . 13. آيا غواړې چې الله تعالى در څخه راضي وي ؟ولى نه ، آيا مسلمان پرته لدې څخه بل څه هم غواړي؟ همدا خو د مسلمان د ژوند موخه او هدف دى. نو راځه وروره چې هغه پيغمبر ته غوږ شو چې وما ينطق عن الهوى چې پدې هكله څه فرمايي: هغه (ص) فرمايي : (انّ الله ليرضی عن العبد يأکل الأکلة فيحمده عليها و يشرب الشربة فيحمده عليها[viii]) بيشكه الله تعالى له هغه بنده څ خه راضي كيږي چې كله د هغه تعالى نعمتونه خوري او يا يې څښي ، د هغه شكر پر ځاى كوي .ګرانو وروڼو او خويندو ! دا څو لڼډ ټكې مو چې ولوستل په حقيقت كې د هغه مهربان ذات د مهربانۍ څرګندونه كوي چې په داسې كوچنيو عملونو باندې خپلو بنده ګانو ته دومره لوى لوى ثوابونه وركوي ، نو آيا نه ښايي انسان ته چې د دغه مهربان خداى په وړاندې د تسليم سر ښكته كړي او ځان په حقيقي معنى هغه ته عبد ( بنده ) ثابت كړي ؟ بلكه په الله قسم چې همدا خو ضروري خبره ده . راځى چې د خپل رب سره آشتې وكړو او د خپل تلپاتې ژوند د جوړولو لپاره ګامونه پورته كړو . اللهم اعنا على ذكرك و شكرك و حسن عبادتك . آمين ستاسو دعا ته سترگې په لار [i] � �واه مسلم رواه البخاری [ii] رواه مسلم [iii] رواه مسلم [iv] متفق عليه [v] متفق ع� �يه [vi] رواه مسلم [vii] رواه مسلم [viii]"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نيموشپو خبرې", "output": "دځوان شاعر او خبريال نجيب عامر درېيمه شعري ټولګه تازه له چاپه ووتله – عامر چې تر دې مخکې يې د (دچينارو لاندې منګيه ) او ( د نرګسو غاړکۍ ) په نوم دوه شعري ټولګې او د ( پاچاهۍ اخري ورځ ) په نامه دنړيوالو داستانونو يوه ټولګه خپره کړې تازه ټولګه يې ( د نيمو شپو خبرې ) نوميږي او پېښور کې د دانش کتاب تون له خوا خپور شوى دى – په زرو ټوکوکې چاپ شوى دغه کتاب يو سل او لس مخونه لري چې ورکې غزلونه ، نظمونه او د نورو ژبو څخه ژباړې تر سترګو کيږي – په کتاب ليکنه وږمه سبا کړې چې په يوه برخه کې يې راغلي [عامر په خپله شاعرۍ کې دکلي او ګودرونو ،دبيديا د کوچۍ نه تر کېژدۍ پورې ، د ښار ښکلاوې هم ستايلي دي – هغه دا ثابته کړې چې د ښار په رڼا ګانو کې هم ر ڼې رڼې ښاپېرۍ شته ، مينه شته او ژوند له ښکلا سره پوره مل دى ]داهم دعامر هغه شعر چې دکتاب نوم ترې زېږېدلى دى : د نيمو شپو خبرې تورتم کې خاموشۍ کې ها د نيمو شپو خبرې په ياددې دي کېږدۍ کې ها د نيمو شپو خبرې شېلې د غرو لمنې زه اوته غاړه په غاړه د شپون خوږې شپېلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې ما ښام دې په ګودر کې دهمزولو سره وکړې په څومره سادګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې له قندو نه خوږې وې لاتر اوسه مې دي يادې په وېره په بلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې مونږ دواړو حال ونه وى خو بيا هم شوې مشهورې په ټوله د نيا ګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې اوږدې به تر هغې شوې چې اذان به ملا وکړو عامره په ځوانۍ کې ها د نيمو شپو خبرې 2005 اکتوبر 22 پېښور- حيات اباد"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خدای دې راپېښ کړه", "output": "تاپسې نظر ګرځوم تا پسې زړه ګرځوم ستا په ځوانۍ پسې هروخت دوه تنه غله ګرځوم راټولومه د جانان د راتلو نښه ترې نه د فا ل نيلی د هرسړي پر اووم پله ګرځوم. بې کاره نه يمه دا هم لوی مصروفيت ګڼمه ستا په وړو وړو خبرو پسې خوله ګر ځوم هسې للو شم د سحر د بانګ نه لږ څه وړاندې د سحر لمونځ ګرانه! هميش په لمر خاته ګرځوم مينه به زر په تا ناتوان جلان تاوان کړي اشنا خدای دې راپېښ کړه تاته لاس کې تيار مړه ګرځوم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکوکنارو په کروندو به دوا وشیندل شي.", "output": "دامریکې د متحد ویالاتو دسپینې ماڼۍ یوه چارواکي جان والټر نن ناوخته خبري ناستې ته وویل جې دوی به دکوکنارو په کروندو دوا وشیندي ده دغه راز دا هم وویل چې له حکومتي چارواکو سره یې په دې اړه خبرې اترې کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کلتور وزير پژواک آژانس ته مبارکي وويله", "output": "مطبوعاتي اعلاميه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پژواک خبري آژانس له خوا د مطبوعاتو د � �زادۍ د نړيوالې جايزې تر لاسه کول د افغانستان د ټولو ژوناليستانو او آزادو رسنيو � �پاره يو ستر وياړ بولي . پژواک خبري آژانس يوه کاميابه خبري موسسه ده چې تل يې په پوره مسلکيتوب او بې طرفۍ سره د هيواد پيښې منعکسې کړې دي . ددغه آژانس خبريالان او ټول کارکوونکي چې کله په ډيرو سختو شرايطو کې خپله دنده تر سره کوي د افغانستان په ځوانو آزادو مطبوعاتو کې يې يو کامياب مثال را منځته کړى . د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو وار بيا ددغه وياړ د ترلاسه کولو مبارکي خپلو ټولو هيوادوالو او په تيره بيا ګرانو ژورناليستانو ته وړاندې کوي او له مسوولو او مسلکي رسنيو څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نصيرالله بابر او ملامحمدعمر پام وړ", "output": "سيدحسين پاچا له انگليستان اكسفورډ څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولی", "output": "ولې!!! نجیب زاخېلوال / مالمو سویډن فارسي ژبې شاعر: حمید م صدق تا ما ته خندل ته نه پوهېدې چې زه ولې ساه نېولی وم ما ستا لپاره د ګاونډي له باغه مڼه را غلاکړې وه باغوان ما پسې راځغاستل مڼه ستا په لاس کې وه او له قهره يې ما کتل ستا له لاسه مڼه پرېوته ته په غوسه شوې لاړې او پسې لاړې کلونه تېر شول لا تر اوسه مې ستا اواز په غوږ کې انګازې کوي خوبونو ستا په لټه له ما کډه وړې ستا يادونه ما ته ازار راکوي زه په چو� �تونو کې لاړ شم له ځانه ورک شم پدې سوچ لاهو شم چې!!! ولې!!! موږ په کور کې مڼه نه لرو؟؟!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغاني ټولنه کې د جنسي تيريو زياتيدونکې پيښې", "output": "د بينوار ويب پاڼې خبر خپور کړی دي چې په كندهار كي يو پنځوس كلن وګړي پر يوي شپږ كلني انجلي باندي جنسي تيری کړيدي.ويبپاڼې د کندهار د امنيې � �وماندان محمد شاه خان له خولې ليکلي چې يو پنځوس كلن كس يې چي پر يوي شپږ كلني انجلي باندي په زور سره جنسي تيري كړي وو نيولي دي . محمدشاخان خبريالانو ته ويلي چي تورن كس عصمت الله نوميږي او دكندهار ښار دشكاپور دروازي اړوند د د ه خټي دسيمي اوسيدونكي دده په خبره چي دميرويس روغتون د طبي څيړنو و� �وسته دا څرګنده سوي ده چي پر ماشومي زرغوني رشتيا هم جنسي تيري سوي دي د زيانمني زرغوني مور چي پر پيښه سوې موضوع يي ډير افسوس كوي او له سترګو يي اوښكي بهيدلي له دولته يي په ټينګه غوښتنه كوله چي تورن عصمت ال� �ه ته دي سخته سزا وركړل سي او د اعدام سزا دي پري عملي سي که څه هم ښايي په جنوب لويديځه حوزه او په ځانګړي ډول بيا په كندهار کې پر کوچنيو ماشومانو د جنسي تيري دا لومړۍ پيښه نه وي خو په ټوليزه توګه په دې ورستيو کې په رسنيو کې پر ماشومانو ددغه شان تيريو د يو ګڼ شمير پيښو راپورونه خپاره شوي دي چې ډيری دغه شان پيښې د هيواد په شمالي ولايتونو کې رامنځ ته شوي. په افغاني ټولنه کې که د غه شان پيښې رامنځ ته هم شي نو تر ډيره يې قربانيان په ټولنه کې د خپل عزت د خوندي ساتلو له امله چپه خله پاته کيږي ، پټوي او د خبر له خپرولو او يا هم دولتي چارواکو او رسنيو ته د شکايت له کولو څخه ډډه کوي. څه موده وړاندې د باميانو په ولايت کې په دغه شان يوه ورته پيښه کې يو ورور د خپلې خور خيټه په دې موخه د ګيرې خريلو پ� � پاکۍ څيرلې وه چې د تيري له امله يې په نس شوی ماشوم له خيټې راوباسي او کليوال پرې خبر نه شي. خو د پټيدو پر ځای خبره هغه مهال ډنډوره او د ټولې تر غوږونو ورسيده کله چې نجلۍ د ټپونو د ناسور کيدو له امله ولايت روغتونه ته يوړل شوه. د اسلام مبارک دين خو ددغه شان پيښو مرتکيبينو ته د شرعيت د قانون له م خې مناسبه او وړ جزا ټاکلې ده تر څو د نورو د پند او عبرت باعث وګرځي. خو څوک دي چې دغه قانون پلی کړي؟ د طالبانو چې اوس ترهه ګر بلل کيږي د واکمنۍ په دوارن کې چې په يوه کمه کچه هم د يو شمير دغه شان پيښو مجريمينو ته شرعي جزاوې ورکول کيدي، نو هيچا جرات نه شوای کولای چې دغو ته ورته او يا هم نورو جنايي پيښو ته لاس ورواچوي. ويل کيږي چې په دغه شان يو شمير پيښو کې د عادي دولتي چارواکو سربيره لوړ پوړي دولتي چارواکي ، او ان چې په خپله د قانون د پلي کوونکو ادارو مسئولين او پوليس هم په يو نه يو ډو ل لاس لري. ليدل شوي چې په دغه شان پيښو کې ښکليل نيول شوي تورن کسان په بنديخانه کې تر څو ورځو/اونيو له بند(ميلمستيا) تيرولو وروسته بيرته خوشې شوي او سرې سترګې د هغو خلکو په مخ کې وړاندې او وروسته کيږي چې تيری يې پر کړی دي او ان چې لا نور ګواښونه او ګوت څنډنې هم ورته کوي. ښايي همدغه لامل وي چې زمونږ په ټولنه کې د د غه شان پيښو ډيری قربانيان پر ځانونو د شويو تيريو په هکله د تل لپاره چپه خله پاته کيږي او د عمر تر پايه د روحې فشار ونو پيټې پر سر ګرځوي.. ځکه هغوی ښه پوهيږي چې د دولت اړونده چارواکو ته د شکايت له امله ښايي نه يواځې هغوی ته انصاف، او تيري کوونکو ته جزا ورنکړل شي بلکه ښايي د همدغه دولتي چارواکو د نورو تيريو ق� �باني هم شي. زمونږ د ټولنې ډيری وګړي غربي ټولنې په دې ملامتوي چې هلته، ډيره بې حيايي ده او خلک يې له يو بل سره په نا مشروع اړيکو کې ښکيل وي. خو دا نه يادوي او سترګې پرې پټوې چې زمونږ په خپله ټولنه کې هم داسې يو � �مير بې زميره او بې وجدانه او بولهوسه وګړي پيداکيږي چې داسې وحشيانه کارونو ته لاس اچوي چې نه يواځې د دين مذهب او قانو ن خلاف وي بلکه ان چې د انسانيت له چوکاټ هم وتلي وي چې دغه شان پيښې يې ښې بيلګې دي. د ځينو غير انساني او حيواني کارونو په اړه زمونږ او غربي ټولنو کې ښايي توپير يواځې په نوم او ظاهري بڼه کې وي، که نه په اصل کې عملونه سره ورته وي. هغوی يې لږ په سپين سترګۍ، ښکاره او د ډيمکوراسۍ تر کتې لاندې ترسره کوي او مونږ يې په پټه ، د ... تر سيوري لاندې کوو، د بيلګې په توګه دلته په ځينې سيمو کې د ه� �کانو ساتل يوه عادي خبره ګڼو، خو هلته چې همدغه کار په يو څه بدله بڼه ترسره کيږي نو زمونږ نظره راته ډير بد او لويدلی کار ښکاري، او له انساني چوکاټه يې بهر بولو . پداسې حال کې زمونږ هم هغه هم تر هغو کم نه وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قبايل دترهګرو په منګولوكي", "output": "بلا ئې واخـلم ته وا څه د ژوندو لؤ خــــــــو نه دی چي لـور په لور زما د کلي انسانان غــــــــوڅوې ما مي پښــــــــتون عزم ته کړې د پــــــــلرو کيسه ده ګورم چي څنګه ته له ما پښــــتونستان غوڅوې هادي - حيدري وحيد سپين غر _ كابل په دي وروستيوكي زموږ دهيواداوخاوري دښمنانوخپلوناځوانمردانه هڅوته زوروركړي اودځانمرګوبريدونوپه ترسره كولوسره يي زموږيوشمير بي ګناه اومعصوم هيوادوال وژلي اودهغوي كورني يي دغم اوماتم په ټغر كينولي دي .دكندهار په ولايت كي وروستي ځان مرګي بريدونه اوپه ځانګړي توګه دكندهار دسپين بولدك په ولسوالي كي هغه ځان مرګي بريد چي په پايله كي يي شلوتنوخپل ژوند له لاسه وركړ اوشل تنه په كي ټپيان شول دهيواد ددښمنانو دناوړواو كرغيړنو هڅو هغه لړۍ ده چي غواړي زموږ په هيوادكي دسولي اوسوكالي دروان بهير په وړاندي خنډونه را منځته كړي اوزموږ هيواديوځل بيا دترهګروپه ناوړي ځاله واړوي.ټولوته څرګنده ده چي زموږ دهيواداوولس ددښمنانواصلي ځالي اوپټن ځايونه دپولي هاخودقبايلوپه سيموكي دي ،زموږ دهيواددښمنان په هغوځالوكي نظامي تمرينونه ترسره كوي ،وسله وال كيږي اوبيا دپولي نه رااوړي اوزموږ په هيوادكي په انسان وژنه اودځان مرګوبريدونودترسره كولوپه عملياتوكي برخه اخلي .داسي څرګند اسناد اوشواهد ترلاسه شوي دي چي زموږ دخاوري دښمنان اكثر بي وزلي اودپوډرومعتادين دپيسوپه وسيله استخداموي اوبيا يي په ځان وژونكوبريدونوكي قرباني كوي .ترهګر اوزموږ دهيواددښمنان نه يواځي زموږ دهيواداوولس لپاره لوي خطر ګڼل كيږي بلكي دپاكستان په قبايلي سيموكي دهغوي شتون او دپټن ځايونوموجوديت دهغوسيمو خلكوته هم لويي ستونزي اوسترخطرونه رامنځته كړي دي ،لكه څنګه چي خبرياست څوورځي مخكي دباجوړيوه سيمه چي دترهګروپټن ځاي و،دامريكايي الوتكوله لوري بمباري شوه ،چي په پايله كي يي دترهګروځيني لوړپوړي مشران اودهغي سيمي يوشمير اوسيدونكي له منځه لاړل ،كه چيرته دپاكستان په قبايلي سيموكي دترهګري فعاليتونه دوام ومومي اودترهګرو ځالي موجودي وي دداډول نوروپيښورامنځته كيدل هم له امكانه ليري نه ښكاري .ترڅوچي زموږ دهيواد ددښمنانوځالي دپولي نه هاخوا په قبايلي سيمواودپاكستان په ايجنسيوكي شتون ولري هم به زموږ په هيوادكي دناامنيولړۍ جاري وي اوهم به قبايلي سيمي دناامنيواوورانوونكوجګړوپه ډګرواوړي .قبايلي اوسيدونكي بايد په دي خبره پوه شي چي زموږ دښمن ګډ دښمن دي اوموږ ټول دهمدي ګډدښمن دنارواهڅوقرباني كيږو،ځكه چي زموږ دښمنان دقبايلوسيمي دخپلوپناګاوو،اوپټن ځايونوپه توګه كاروي اوله هماغه ځايه زموږ هيوادته راننوځي اوپخپلوترهګرواعمالولاس پوري كوي ،اوس ترهګر هم دافغانستان لپاره اوهم دقبايلو لپاره په يوه لوي اوخطرناكه دښمن اوښتي دي .كه افغانستان اودقبايلوولسونه ددي ګډدښمن اوورانوونكي خطر په وړاندي په ګډو هڅوسره دترګرودځالودله منځه وړلولپاره رښتيني ګامونه پورته نه كړي دترهګروددي ورانوونكواعمالولمن به نوره هم پراخه شي اوبيا به يي كابوكول ډير ستونزمن اودډيرو قربانيوپه بيه تمام شي .په افغانستان كي دترهګرود ځالودړنګيدونه وروسته افغانان دنړيوال ايتلاف په ملګرتيا دترهګري په ضد جګړه كي په رښتينوهڅولګيا دي ترڅوپه هيوادكي دناامنيوټول عوامل له منځه يوسي .خوپه پاكستان كي لاتراوسه داسي كړۍ ، اوبنسټ پاله ګوندونه شته چي دترهګروسره راشه درشه اوپياوړي اړيكي لري اودهمدغوكړيودمرستي له امله ترهګر توانيدلي دي ترڅوخپلي اساسي ځالي اوپټن ځايونه په پاكستان كي خوندي وساتي .ټولوته روښانه اوڅرګنده ده چي دترهګروټول مشران په پاكستان اودقبايلي سيموپه اوږدوكي دمعلومومذهبي اوبنسټ پالوكړيوپه ساتنه كي اوسيږي ،اوخپلو ترهګريزو فعاليتونوته دوام وركوي .نړيوال په دي خبره پوره پوهيږي چي دترهګرواصلي اواساسي ځالي په پاكستان كي دي ،ځكه خودتروريزم په ضد جكړه كي دپاكستان هڅوته دشك په سترګه كتل كيږي پاكستان بايد په دي پوه شي چي ترهګر دهيچا دوستان نه دي ،هغوي ځان ته ځانګړي اجندا لري اودهغي اجندا دپلي كولو په غرض دهيوادونوخاوره اوولس دخپلوناوړو اهدافواوموخولپاره كاروي .كه چيرته پاكستان دتروريزم په ضد جګړه كي كوټلي اورغنده ګامونه اوچت نه كړي نه يوازي داچي په نړي اوسيمه كي به يي سياسي اعتبار ته لوي تاوان واوړي بلكي سياسي ثبات به يي هم له لاسه ووزي.سياسي څيړونكي په دي عقيده دي چي دتروراواختناق داوسني جګړي اصلي لوبغاړي دپاكستان دپوځ اواستخباراتولوړپوړي جنرالانان ،دپاكستان دبنسټپالوګوندونومشران اودترهګرورهبران دي ،چي دنړۍ اوسيمي دهيوادونوپه تيره بيا دافغانستان لپاره يي لويي بدمرغۍ او ستونزي زيږولي دي ،كه چيرته دتروريزم په ضد نړيوال ايتلاف ددغي بدمرغي لوبي مخه ونه نيسي اودپاكستان په واكمنوباندي له لازم فشار نه كاروانخلي نړي به يوځل بيا دسپتامبر دخونړيوپيښوپه څير پيښوسره مخ شي .كه څه هم چي دپاكستان اوسني واكمنان په تيره بيا د هغه هيوادولسمشر پرويز مشرف دتروريزم سره درښتيني جګړي تيږه په سينه وهي ،اوپه قبايلي سيموكي دپوځ په عملياتو سره داسي څرګندوي چي ګواكي پاكستان په حقيقي توګه دترهګرودله منځه وړلونيت لري خوپه حقيقت كي داعمليات دترهګروپه ضد نه بلكي دقبايلي پښتنو ولسونوپه ضد دي .دسيمي اكثر څيړونكي په دي عقيده دي چي پاكستاني واكمنان دتروريزم سره دجګړي په نوم غواړي دازادوقبايلوپه سيموباندي قبضه وكړي اودهغوي قومي اوروايتي ژوند ته دپاي ټكي كښيږدي اوپه دي توګه ازادقبايل چي دواحد اونه بيليدونكي افغانستان برخه ده ،دپنجاب ترواكمنۍ لاندي راولي ،اوقبايلي سيمي دجګړي په ډګرواړوي .اوس نوپښتنوقبايلي ولسونوته په كار ده چي په دي نازكوشيبوكي له پوره هوښياري نه كارواخلي .لومړي خوبايد پښتانه قبايل پخپلوسيموكي ترهګروته اجازه ورنه كړي چي ددوي له سيمونه دخپلوناوړوعزايمولپاره كارواخلي ،كه چيرته دوي ترهګروته داوسيدواجازه وركړي ،نو پاكستان ته به لويه بانه په لاس ورشي او دترهګروپه بانه به ددوي سيموته پوځ ننه باسي اوددوي سيمه به دپوځ په قبضه كي راولي دجګړواو ناامنيو لپاره به لاره اواره شي او په دي توګه به پوځ دزياتي مودي لپاره هلته پاتي شي اوازادقبايل به دتل لپاره د خپلو روايتي ازاديونه بي برخي شي.دوهم داچي ددي امكان هم شته چي سيمه يي دنړيوال ايتلاف دځواكونوله لوري بمباري شي لكه په باجوړكي چي دا شان پيښه وشوه اود سيمي اوسيدونكو هم په كي خپل ژوند له لاسه وركړ ،ځكه په جګړه كي خوحلوا نه ويشل كيږي ،جګړه ،جګړه وي ،وچ اولامده ټول په كي سوځي نوقبايلي پښتنوته پكارده چي هيچاته داوخت ورنه كړي ترڅوددوي سوله يز قومي اوروايتي ازادژوند ګډوډكړي اوددوي سيمه دخپلونارواعزايمولپاره وكاروي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صدام حسین دا ځل په یوبل تور محکمه کیږي.", "output": "دعراق پخوانی ولسمشر صدام حسین دا ځل دکردانو دالانفال دپیښې په تړوا محکمه کیږي پخوا له ٧ ملگرو سره دالدجیل دپیښې په تور محکمه کیده. نوي قاضي عبدالله العامري دپیښې په اړه صدام حسین او ملگرو ته وویل چې پیښه یې کړې او که نه؟ چې دټولو متهمینو له � �ورې ورته نه وویل شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامدکرزی به د ټاکنو خبرجوړنکي څيره نه وي(خليل)", "output": "كرزى به په راتلونكو ټاكنو كې خبر جوړونكې څيره نه وي خوشال خليل د ولسمشرۍ ټاكنو ته لا وخت شته ،دكېدو او نه كېدو په اړه يې هم لا غوڅه پريكړه نه ده شوي،خو د هر نوي كانديد په راښكاره كېدو سره يې په اړه بحثونه او ددغې لوبې ميدان توديږي .پر كانديدانو سربيره به دسياسي كارپوهانو او شنونكو په نوم ډېرشمېر نوي او زړې څېرې چې تر دا مهاله غلې وې له رسنيو سر راوباسي .رسنۍ ورباندې خپل تش وختونه ډكوي او ياد شوي كارپوهان بيا پر دولت ،نظام او يو څو تنو زړونه تشوي . د وخت ډكولو اوزړه تشولو دا لوبه به كه خير وي تر ټاكنو ښه په درز كې روانه وي .ددې سيالۍ يو شمېر ګ� �ونوال چې غواړي په دې ازاد ماركيټ كې د خپل ځان له پاره مناسب ځاى او قيمت پيدا كړي،ښايي ددې سيالۍ په و� �وستيوپړاوونو كې ياتر هغې وړاندې د خپلو سيالو رقيبانو په ضد د درواغو او ريښتياوو تورونه ولګوي .ځكه اكثرو س� �ه يې داسې ډېرې كېسې او خبرې شته چې د خپلو مخالفانوپه ضديي د سور كارت په توګه كارولى شي . هغه كسان چې تر اوسه د دولتي مالونو او بيت المال په چور په بله ژبه د دولتي امكاناتو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې په سيالۍ كې له يو بل نه مخكې كېدل ،كه يو وار ددوى تر منځ د افشاګرۍ اويود بل په ضد د رسوايي سيالي پيل شوه ،له يو څوكسو پرته چې په دارنګه معاملوكې ښكيل نه دي د پاتي نورو اصلي څېرې به ټولو ته په ډاګه شي . يوه خبره بايد په ياد ولرو د هغه چا خبره او تور ښايي دومره وزن ونه لري ، چې تر دامهاله په حكومت كې دي او په راوتو سره د زړه غوټه خلاصوي په دې چې د كار په مهال د ځينو حقايقو پټول په خپله يو جرم دى بيابه لكه دملي جبهې د غړيو په څيرلګيا وي خو خلك به ورته د شك په ستروګو ګوري.بيا هم د رسنيو تش وختونه ډكولى شي كله چې د اوسنيو مطرح سياسي ډلواو شخصيتونو ترمنځ د يو بل د بربنډولو لوبه پيل شي د ښاغلي كرزي ټيم به ترټولو مخكي په دې وي چې نن سبا په يو ښه موقف كې دى او ددغو حملو په وړاندې يې لا وار د مخه دفاعي چتر جوړكړى او د ډېرو دوسيې ورسره دې چې د اړتيا په وخت كې به يوه يوه � �اوباسي او خپل مخالفان به پرې ټكوي . كرزى كولى شي په وروستيو ورځوكې د مشرف په څېر چې د پيپلزاو مسلم ليګ په مينځ كې يې درز ايجاد كړ، دى هم دغه ډول واړه او غټ ګروپونه په خپلو كې سره اچولى شي . كرزى ښايي ملي جبهه په ورته سرنوشت اخته كړي او په بل پړاوو كې احمد ضيا مسعود په استاد عطا بدل كړي . په سياست كې هره م حاسبه سمه نه خيژي د كرزي د بخت ستورى هلته په لويدو شو چې په بهر او دننه كې ورته يو شمېر ستونزي راپيداشوي ك� �زي يو شمېر خلك وټكول او تر ډېره بريالى روان و . كله چې د ازادۍ راديود ننګرهار والي ګل اغا شيرزى د كال غوره � �خصيت ونوماوه ، ددې له پاره چې د ولسمشر ۍ هوايې په سر كې نه وې پيدا شوي سم د لاسه يې د عبدالجبار ثابت په واسطه بېرته راټيټ كړ، خو دا ځل ښاغلى ثابت په خپله ولسمسرۍ ته ځان كانديد كړى چې په وينايي دكرزي دكورنۍ په شمول د ډې� �و خلكو د اختلاس او بډو دوسيې يې په لاس كې دي.داچې ښاغلى ثابت بريالى كېږي اوكه نه خو د مطبوعاتو له پاره دپام او حساب وړ سړى ښكاري .ښاغلي ثابت د خپلې كانديدۍ داعلان نه يوه ورځ دمخه دملي تلويزيون له لارې دنجيب زراب او حامدكرزي ترمنځ يوه معامله افشا كړه ،ولسمشر په خپل يو حكم سره د ننګرهار ولايت دحصارشاهي ډاګ ۷۵۰۰ جريبه ځمكه پرته له داوطلبۍ جريب په ۳۰۰۰۰ افغانۍ خرڅه كړې په داسې حال كې ددغې ځمكې بيه في جريب دولكه افغانۍده د ښاغلي ثابت په وينا دا له قانون څخه يوه سرغړونه اوجرم دى چې دده د ټيم يوتن غړي [د څارنوال اشاره ښايي فا� �وق وردګ ته وه د ځينو رپوټونوپه حواله چې د ښاغلي ثابت او وردګ ترمنځ څه لفظي شخړه هم شوي وه ]په كرزي امضا كړۍ. له بله پلوه حامد كرزى په امريكا كې دولسمشرۍ له پاره د دواړو كانديدانو له نظره لويدلى، اول ګزار پرې اوباما وكړ دادى جان مكين هم وويل چې كرزى كمزوري لري . بله خبره داده چې يو وخت ښاغلي بوش د لوى څ ارنوال هلي ځلي ستايلې وې .معنا دا چې لوى څارنوال د بوش په ملاتړ دا جهاد پيل كړى و نوويل كېدى شي چې د بوش په يو ملاتړي او د خوښي په سړي باندې دا ډول سپينه كودتا به دښاغلي كرزي او وردګ ته ډېره درنه تمامه شي . د و� �سمشر لمړى مرستيال خو هغه دى په ډاګه د ملي جبهې له ادرسه غږيږي او دا بل يې كريم خليلي ورنه د كوچيانو او هزا� �ګانوپه سر شاور اړولي .اوس ښاغلي كرزى په دې پوهيږي چې كاري ټيم يې ډېروړوكى اوده ته وفاداره نه دى اوس تر ډېره د خپل ټيم په بيا رغونه بوخت دى يو شمېر خلك له دې ويري چې كرزى اينده نه لري نه ورنژدې كېږي او پخواني ملګري يې هم ښايي تر ډېره د ثابت په څير ثابت قدمه پاتي نه شي مخكې تر دې چې سپينه كودتا پرې وشي ځانونه يوې ډډې ته كوي . د كرزي په مشرۍ دولت دنړۍ د ناكامو دولتونو په سركې ځاى نيولى ،ښاغلى اشرف غني احمدزى چې دافغانستان حالات له نژدې څاري او يو وخت په كې ښكيل ود دولت دغې ناكامۍ يوه ښه سوژه په لا س وركړې چې ان په نړيواله سطحه يې په ناكامو هيوادونوسلامت كتاب وليكه . دكرزي په ټيم كې يو كس چې زه به يې هم نوم لكه د لوى څارنوال په څيرپه مناسب وخت كې واخلم،په يو خصوصي مجلس كې وفرمايل ، زما په نظر كرزى په دې مناسب سړى دى چې ډېر ژر غوليږي اوله ده څخه موږ ښه ګټه پورته كوى شو .دغه كس چې د كرزي تر ټيمه رسيدلى خبره يي بايد دومره بابيزه ونه ګڼل شي دا خبره ده د خپل ملت سره د كوم اخلاقي تعهد له مخي نه ده كړې بلكې د يو كاروباري په څيريې خپل هدف اوموخه په ډاګه كړې.له دې وروسته مې هغه باورچې په كرزي درلود هغه مې بيخي له لاسه وركړ. تر اوسه د ولسمشرۍ له پاره د هيواد دوه خبر جوړونكو څيرو رمضان بشر دوست او جبارثاپت ځانونه كانديد كړي اوكه دريمه څيره ملالۍ جويا هم دې ډګر ته راووته د ټاكنو ننداره به ډېره جالبه او په زړه پوري كړي .ددې خلكو سره دومره خبرې شته چې رسنۍ به له ناچارې ورځې ددوى هلې ځلې تر پوښښ لاندې راولي .اوكه درې واړه په خپلو كې سره ايتلاف وكړي يو � �ېر جنجالې خو دپام وړ ملي تركيب به وي.بياكولى شي د نورو كانديدانو له پاره ستونزې راپيدا او د هغوى انتخابي هلي ځلي تر خپل سيوري لاندې راولې . بل د كرزي خبري او څيره د خلكو له پاره نوره خسته كن شوي اوخلك به يې دا ځل يوازي دده دوه مرستيالانو ته نه ګوري هغه كسان چې ورته كمپاين كوي ليدل شوي چې وزيران، واليان او مشاو� �وزيران كېږي د هغوى پيژندنه تر ټولو مهمه ده د ښاغلي كرزي كمپاينران به اكثره د اوسنۍ اداري په فساد ككړچارواكي وي .چې د كرزي له بركته يې جيبونه ډېر ډك شوي او نن سبا د هيواد په هر ښاركې لوړې ودانۍ او ګرانبيه م وټرې لري دغه اشخاص د خلكو او رسنيو له پاره ډېر په زړه پورې نه دې ځكه ټولې زړې څېري دي او زړې خبرې كوي چې له ام له به يې كرزى په را روانوټاكنو كې خبر جوړونكې څېره نه شي كېدى چې د خلكو پام ځانته راواړوي .خود كرزي له پاره يو چانس شته هغه داچې كه له پاكستان سره د روان كړكيچ نه بريالى راووت دا به دده په شخصيت تاثير وكړي كه نه د ح ميد بابا دا بيت يې په اړه ښه صدق كوي . د اشنا له خط او خاله معلومېږ ي چې حميد به مسافرد هندوستان شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان :دبهرنيانو پر تمځاى مو30توغندي توغولي", "output": "د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد � �سنيو ته ويلي چې د پکتيکا د شرنې په ښار کې يې د امريکايي ځواکونو پر تمځي دېرش توغندي توغولي، چې له امله يې امريکايي ځواکونو ته زيان اوښتى. د پېښې د زيان په اړه تر اوسه دولتي او بهرنيو ځواکونو کومې څرگندونې رسنيو ته نه دي کړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاناډایان وایی : د افغانستان جنګ زموږ نه دی", "output": "کاناډا په افغانستان کې هیڅ ستراتیژیکي، تجارتي، کلتوري یا احساسي ګټې نلری لیکوال : اریګ مارګولیس ـــ ټورنټو سن ورځپاڼه ژباړن : ډاکټر نثار احمد «صمد» پاریس : د جنوبی افریقا په باد ځپلو ورشو ګانو کې د هغو ( ۲۶۶) کاناډایی عسکرو هیر سوی قبرونه تیت او پرک پراته دی چې په ۱۸۹۹ – ۱۹۰۲ کې هلته د برتانوي استعمار د تحمیلولو په خاطر د «بویر» کروندګرو د خورا کلک مقاومت سره په جګړه کې وژل سودی. پوره یوه پیړۍ وروسته دا دې بیا کاناډایی پوځيان په یو بل لیری جنګ کې د یو کومکی پوځ په توګه ـ دا ځل افغانستان ته د جنګ لپاره ولیږل سول . که زاړه وختونه را په یاد کړو، نو سترو واکمنانو چې به کله د جګړې تکل کاوه، نو هغوي به خپل اتباع او مرستندویان د محتمل الوقوع پېښو په خاطر احضارول . دافغانستان او بیا د عراق په ارتباط هم چې کله امریکا پر هغوي د یرغل فیصله وکړه، نو د خپلو ملګرو څخه یې وغوښته چې په اصطلاح « د تروریزم پر ضد جګړه» کې ورسره ودریږی. د امریکا ملګرو او ناټو د واشنګټن ددې خورا سخت فشار له امله چې په عراق یا افغانستان کې دې د هغه په ناخوښه پوځي ماموریتونو کې ضرور برخه وا خلې، نو هغوی وپتيله چې کښته درجه شریر یعنې افغانستان قبول کړی او هلته ورسی. همدا علت دی چې ( ۲۱۰۰) کاناډایی پوځيان یو داسې هیواد ته ولیږل سول چې کاناډا هلته هیح ستراتیژیکی، تجارتي، کلتوری او یا هم احساساتی ګټې نلری. اوس اوس چې هلته د کاناډا پوځی تلفات د ډیرښت په حال کې دی، نو دلته بیرول سوی عوام په حقه سره دا پوښتې چې « موږ هلته څه کوو؟ موږ خو ګومان کاوه چې دا دسوله ساتنې یو بل ماموریت دی.» د اوټاو او کاناډایی خپرونو څخه باید مننه وکړو چې خپل ولس ته غلط معلومات ورکوی. په پارلمان کې پدې اړه کومه مهمه مناقشه هم ونسوه. خپرونې د دې پر ځاي چې کاناډايانو ته دا خبردارئ ورکړی چې هغوي یو کوچني مګر واقعي جنګ ته ځي، بس دې ته اړم دی چې دکاناډا رپانده جنډه زیاته وښئ. باید وویل سی چې کاناډایان په کندهار کې سوله ساتونکی نه دي ځکه هلته سوله نسته چې ویې ساتی. دوی هلته د دې لپاره دی چې پر افغانستان باندې د امریکا واکمنی تحمیل کړی او د تیلو د پلان کړه سوو پایپ لاینونو اړونده لارې وساتی. کاناډایی عسکر د جګړې په خاطر یو ماموریت دی او هغوی د امریکې په مشرۍ د افغانستان د پوځي نیونې د کومکیانو رول لوبوی . هلته د هیواد د جنوبي حیاتي سیمې لوی ترین قوم یعنې مشهور جګړه وال او د پردیو سره حساس پښتانه ، امریکایی پوځونه او د هغوي ملګرو ته د بهرنیو اشغالګرو او اسلام دښمنو په توګه ګوری. پښتانه ورو عمل کوی خو ډیر تند لاس وراچوي او هغوي تیری یا ګناه هیځکله هم نه هیروی. اوټاوا د ځینو دلایلو له مخې، پدې راضی سوه چې خپله یوه کوچنۍ فرقه د افغانستان په خطر ناکه ترین ځای یعنې کندهار کې ځای پر ځای کړی چې د پښتنو مرکزي سیمه او د طالبانو زړه دی. باید وویل سی چې افغانان د امریکایانو او کاناډایانو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوی. افغاني قومونه د خپلو بهرنیو اشغالګرو پر ضد وسلې اخلی او ما دا کار په ۱۹۸۰ لسیزه کې ولید چې د شوروي یرغلګر پوځ په وړاندې زیاتیدونکی نفرت یو ولسي پاڅون راوپاراوه. نن د زیاتو افغانانو په نظر امریکایانو د هماغه شورویانو ځای نیولې دی . ټول پخواني یرغلګر د لوی سکندر راهیسې د زیږو افغاني قومونو په واسطه شړل سویدی. کاناډایان خورا ښه هدف دی . ځکه هغوي د هغو دوره وهونکو امریکایی جنګی الوتکو سره اغیزمنه رابطه نلری چې تر حملې دوې ـ درې دقیقې وروسته حمله کونکی په بمونو یا راکټونو سره هدف ګرځوي. ددغسې امریکایی ګوزاریز هوایی غبرګون په وجه دی چې ښورښیان دې ته اړوتلې چې پر سړکونو ماینونه کښیږدی او یا هم موټری بمبی حملو ته مخه کړی لکه په عراق کې چې روان دی . که موږ وګورو نو ملی مقاومت د ډیرښت په حال کې دی . د امریکا لخوا په کابل کې د کرزی نصب سوي رژیم به د بهرنیو برچو نه پرته آن یوه ورځ لا هم دوام ونکړی. مخکني د طالبانو رژیم د هیروئینو تجارت له ريښې شنډ کړ. خو نن افغانستان د مخدره موادو یو دولت ګرځیدلې دی . دا هیواد نن د نړۍ ۹۰٪ هیروئین تهیه کوی او اقتصاد ـ- یې د مخدره موادو په روپیو چلیږی او دا هغه « دیموکراتیک » رژیم دی چې کاناډایی پوځیان یې د سرونو په سودا ساتې. پارلمان ، خپرونې او ټوله کاناډایان باید استدلال وکړی چې د دوي سرتیری پدې جنګ کې چې هيڅ کوم پیش بینی سوی سیاسي حل هم نه ترې لیدل کیږی، څه کوی. هغه خوشاله کونکی پرو پاګند باید پریږدو چې ساده خپرونو ته ورکول کیږی. افغانستان يوه خطرناکه ګډوډی ده چې کاناډایان باالکل د هغه په منځ کې قرار لری . کله چې هیواد ته له کندهاره د زیاتو جسدونو راوړل دوام وکړی، لکه چې همداسې هم معلومیږی، نو بیا به هماغه مهال کاناډایی سیاست وال د حقیقت ویلو ته مجبور سی یعنې دا چې د دوی عسکر د څه لپاره په افغانستان کې مړه کیږی دافغان رسالې د ۸۳ ګڼې څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مېرمن بوتو د مشرف د استعفا ږغ کوي", "output": "مېرمن بوټو په لاهور کي د جمهورريس مشرف د استعفا ږغ وکړ. مېرمن بوتو پخپل کور کي نظربنده ده او په تيلفوني مرکه کي يې د سي اين اين تيلويزيوني شبکې ته وويل: ښايي زما ګوند د جنوري د مياشتي انتخابات بايکاټ کړي. هغې زياته کړه: د پيپلز پارټۍ او جنرال مشرف تر مينځ د قدرت د وېش په ارتباط نه مستقيمي او نه هم غېر مستقيمي خبري رواني دي. خو هغې وويل: د پيپلز پارټۍ به د مسلم ليګ په شم ول د نورو مخالفو ګوندونو سره د يوه ايتلاف د جوړولو هڅه وکړي. د نيويارک ټايمز اخبار پخپل نني ويب سايټ کي ليکي: د مېرمن بوتو پر کور باندي څه د پاسه ٩٠٠ پوليس پيره کوي، او هغه ګوندي غړي چي د هغې د لېدو لپاره � �اځي، يو په بل پسې ګرفتاره کېږي. پوليسو ټول چم ګاونډ محاصره کړى او شاوخوا يې اغزن سيم راګرځولى دى . د � �اهور په ښار کي څه د پاسه ٣٥٠٠ د پوليسو افسران اچول سوي دي او تر اوسه پوري يې د پيپلز پارټۍ په سلهاوو غړي توقيف کړي دي. بلخوا، د حکومتي ودانيو مخته عسکر پراته دي، او د اټکل سوي عمومي مظاهرو او اعتراضونو لپاره تيارى نيسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایا ناټو به خپله ماته ومني ؟ (دسباوون لیکنه )", "output": "کله چې په بازارونوکې څو کسان سره � �اټول شي نو ټول په ټوله دخلکو سترګې پسې ور اوړي او یو نیم پکې پرته دچا له غوښتنې ور دانګي هم خو که دا مهال کومه وژونکي پېښه رامنځ ته شي نو خلک په خپل قضاوت کې وایی اوزګار خیل وو ولي ور ټولیدل او چې نه کارنو ه� �ته څه کار .... دناټو دیو شمیر غړیو هیوادونو سره کټ مټ همداسې لوبه شوې ده امریکا چیغه کړه او دوې ورسره غبرګه کړه . پرته له دې چې دافغانستان دخلکو او سیمي په جغرافیه او یا انټرپالوژۍ او بشر پیژندنه کې لومړی مالوم ات تر لاسه کړي او بیا دهغې مالوماتو او دخلکو دعرف او عاداتو په رڼا کې یوه معقوله تګلاره جوړه کړي، ناټو ځواکونو دې هیواد ته لاره وکړه او په ټولو تیرو تجاربو یی سترګې پټې کړې او خپل نابلده سرتیري یی په ډزو او بمباریو وګومارل خو دا پوښتنه ورڅخه طرحه نه شوه چې دچا په خلاف جنګ، ددښمن نوم مالوم دی خو تعریف یی نشته دغې ستراتیژې په سیمه کې دناټو پر وړاندې له خلکو سره کرکه زیاته او دناټو مخالفین ددغې کرکې له امله زړور شول .اوس نو دناټو پروړاندې دوه لویی ننګونې پرتې دي یوه داچې ایا ناټو به ماته ومني ؟ او دویمه داچې ناټو به اوم ني چې داد امریکا دموخو جګړه ده خو کریډیټ یی دناټو په اکاونټ کې محاسبه کیږی ، اوبالاخره میدان به پریږدي ؟دامریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس په فلوریډا ایالت کې وویل چې دافغانستان کړکیچ دافغانانو خپله جګړه ده . خوهدغه ښاغلي بیا ناټو ته وایی چې داد ترهګرۍ پر وړاندې نړېواله همکاري ده ، ددې معما په ګرداب کې راګیر هیوادونه او ورسره تړلي هېوادونه اندیښمن شويدي او دناڅرګندو پایلو څخه دځان ژغورنې په موخه په هر رنګ او نی� �نګ له لویدیزه راوړي موخې او هیلې شنډول غواړي چې د طالب ، ترهګر ، ځانمرګي او القاعده یا تروریست سره دنښتو په پلمه یی په افغانستان کې دناټو پښه بنده کړېده خو د تکنالوژۍ پروړاندې یی ورته دخلکو له مذهبي اح ساساتوڅخه دفاعیه جوړه کړې او یوې داسې ورځې ته سترګې په لاره دي چې ناټو ماته او افغانستان دخپلو موخو دخوندی توب ځاله وګرځوي .دبارک اوباما وړاندې شوې تګلاره کې هم داسې څه نشته چې د روان جنګ دپای او دسولییز چاپیریال درامنځ ته کیدو پیل یی وګڼو . نړېوال اقتصادی کړکیچ او دتیلو له امله د لویدیز بده ورځ ددې لامل شوه چې امریکا باید له عراقه سرتیری اوباسی او دتیلو او نفتی موادو د استخراج له پاره زمینه برابره کړي ولسمشر بش له عراقه دسرتیرو دویستو په مسله چوپه خوله پاتې کېدل ددې مانا لري چې دغه جګړه لکه چې یو برتانوي قاضی ویلی وو دنړېوالو اصولو پرخلاف وه او هاغه مهال اړتیا وه چې دعراق دنفتو چینې بې سر پوښه شی مګر دنن ورځې اړتیا داده چې ددغو بې س� �پوښو چینو څخه یوازې امریکایی منګي ډک شي چې عراقي حکومت ورسره ددغه ارزښت په منلو سره دسرتیرو دویستلو توافق وکړ او خپل ولس ته یی د مومن خان په ښامار کې توره سره کړه . اما دا لا پرځای پاته ده چې په سیمه کې دپاکستان ایران روسیی او چین داتومی ځواکمنتیا دمخنیوی په موخه باید دړندو جګړه روانه وي او هرڅوک چې سر لک بوڅ کړي نو دترهګرې په بازار کې یی دپلورلو هوډ کیږي او نړېواله ورورولي ګرېوانه ته لاسونه ورغځوي .ددغو سیاسی پالیسو په تور داب کې دملتونو او خلکو ورځ توره شوې خو دا خبره دنړۍ تاریخ ته په کتو سره ډیره معقوله ب� �یښي چې وایی دنړۍ ستر ستر شهکارونه داختناق په غیږه کې زیږيږي او وده کوي او افغانستان نن سبا هغه سیمه ګرځیدلې چې دنړۍ او سیمي هېواده یی په اړه انګیري چې ګواکې ټول تشنج او اختناق ورڅخه سرچینه اخېستې ده نو که همداسې وي بیا خو ناټو ته پکار دي چې له یادو شویو دوه ننګونو څخه یې یوه اومني کومه چې ددوې له پاره ګټوره وي او جګړې ته دې دحل لاره ورکه کړی دا ټول تغیرات باید په دې باور اومني چې پرون د وارسا تړون هم همداسې اختناق له منځه یووړ او نن ناټو هم دهماغه اختناق منځ ته رسیدلې چې نه پرمختګ کولای شی او نه هم په شا تګ. خلک چې دمیچنو لاندې دي � �ه ناټو غواړي چې دپرمختللیو هېوادونو دمدني مخلوق او بشري ځواک په توګه دې دتاریخ له تکراره لاس واخلي کنه نو سبا خدای مه کړه ترینګلتیا داسې یو برید ته ونه رسي چې کابو کول به یی دنړېوالو له واکه هم وتلې خبره وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کي د ملکي خلکو دوژني په اړه اعلاميه", "output": "بسم اله الرحمن الرحيم په کندهار کې دملکي خلکو دوژنې په اړه دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې اعلاميه په ډېرې خواشينۍ سره مودخبري رسنيو له لارې خبر واخېست چې دناټو او نړيوال ائتلاف دځواکونو په بمباريو کې يوځل بياپه لسګونو عام او ملکي افغا نان په شهادت رسېدلي دي ، انا لله وانا اليه راجعون . موږ د کندهارپه پنجوايي کې په بې رحمۍ او بې پروايۍ سره دلسګونو بې ګناه افغانانووژل ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان وو، په کلکه غندو اوداعمل دانسانيت او نړيوالو کنوانسيونونو په وړاندې څرګند تېری او جنايت ګڼو . له بده مرغه دا لومړی ځل نه دی چې دناټو او امريکا په ړندواو بې مسووليته بمباريو کې يوزيات شمېرعام او بې ګناه افغانان وژل کيږي . ددغو پېښو تکرار کېدای شي داسې اندېښنې را پورته کړي ، چې ګواکې بهرني ځواکونه له افغانانو سره دمرستې لپاره نه ، بلکې دغچ اخېستواو يا نورو اهدافو لپاره راغلي دي . دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه دشهيدانو کورنيو ته دخپل ژورخپګان او غمرازۍمراتب وړاندې کوي او دپېښې په اړه دالاندې ټکي څرګندوي : ــ زموږ په اند په جګړه کې دملکي وګړو له ژوند سره بې پروايي به په افغانستان کې دسولې راتګ ډېر ګران کړي ، دمخالفينو ليکې به نوره هم پياوړي شي او په نتيجه کې به دناټو تلفات او لګښتونه لا ډېر شي . ــ ناټو بايد له خپلو وسله والو مخالفينو سره دجګړې دقيقې لارې ولټوي او چېرته چې ديو ملکي فرد دوژل کېدوامکان هم موجود وي ، بايد له ړندو عملياتوڅخه ډډه وکړي . ــ که ناټو رښتيا غواړي په افغانستان کې سوله راشي ، بايد دافغانانو ژوند ، عقيدې او کلتوري ارزښتونو ته په ارزښت قايل شي ، له ړندو بمباريو څخه کلکه ډډه وکړي ، دبمباريو قربانيانو ته دنړيوالو معيارونو سره سم تاوان ورکړي او دبې کوره شويوکورنيو لپاره سمدستي داستوګنې آبرومند امکانات برابر کړي . ــ له جنګي اسيرانو سره بايد دنړيوالو قوانينو له مخې چلند وشي او دجنګياليو مړوته دبې احترامۍ کلکه مخه ونيول شي . ــ دمخالفينو دلټون په پلمه هېڅوک حق نه لري چې دافغانانو عقيدوي او کلتوري ارزښتونه تر پښو لاندې کړي . ناټو بايد دادرک کړي چې افغانستان کوم اروپايي هېواد نه دی ، دلته دکور حريم او ناموس تر ټولوا� �زښتونو لوړ ګڼل کيږي . ــ موږ له طالبانو او نورو جنګي ډلو څخه غوښتنه کووچې دخپلو جګړه ييزو عملياتو په ترڅ کې دملکي خلکو ژوند ته کلکه پاملرنه وکړي او له دوی څخه دانساني ډال په توګه استفاده ونه کړي . دوی بايد دهغو خلکو له ژوند سره چې دوی يې دآزادۍ او ژغورنې دعوې کوي ، بې پروايي ونه کړي . ــ موږ دافغانستان دولسي جرګې او مشرانو جرګې پر استازو غږ کوو چې که � �ښتيا دولس استازي وي ، بايد دخپلو بې ګناه هېوادوالو وژنه محکوم کړي او دپېښې له تکرارسره د جرګې په غونډو کې دنه ګډون ګواښ اعلان کړي . ــ موږ دبشري حقونو له نړيوالو ټولنو څخه غوښتنه کوو چې دغه ډول پېښې په کلکه وڅاري ، پر بشري حقونو هر ډول تېری رسوا کړي او عاملين يې په نړيواله کچه محکوم کړي . په افغانستان کې دسولې او نېکمرغۍ په هيله دټولنې دمشرتابه جرګه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بشرى حقونوسرغړونکو پارلمان ته لار پداکړې ده .", "output": "په افغانستان کې ملګرو ملتونو چارواکو منلې ده چې په جنګې جناياتو تورن اود بشرىحقونو سرغړونويو شمير کاميابه کانديدانو ولسى جرګې او ولايتى شوراګانو ته لار پيداکړې ده. په کابل کې د ملګرو ملتونويو وياند په کابل کې پرون وويل د ټاکنو وروستيو پايلو ته انتظار باسو . افغان دولت تراوسه د ملګرو ملوتونود څرګندونو په هکله خپل دريځ نه دى اعلان کړى . د ا څرګندونې په داسې حالت کې کيږى، چې د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو رسمى پايلې اعلانيږى . او پرون هم يو شمير ناراضه کانديدانو په کابل کې ديوه لاريون په ترځ کې د رايو د بيا شميرنې غوښتنه وکړه . مخکې د بشرى حقونو خپلواک کميسون ورته نيوکې کړې وې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهار: يوې چاودني مرګ ژوبله رامنځته كړه", "output": "همداڅوګړيه وړاندي يوې چاودني دكندها� �ښارولړزاوه .دعيني شاهدانوپه وينادغه پېښه دكندهارښاردپنځمي ناحيې دده خواجې په سيمه كي رامنځته سوې ده چي يوشميركسانوته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده ،ويل كيږي دغه چاودنه پربهرنيوځواكونو پرشوبلوباندي سوې ده . نو� �جزئيات به وروسته پرليكه سي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوردګوولايت په بندچك كي سخته جكړه راونه ده", "output": "دوردګوولايت دبندچك دولسوالي دم جددبرغوسون په كلي كي سخته جكړه راونه ده .چي ديري چولكي يي په سرباندي ګرزي اوداسي ويل كيږي چي داواړه ط� �فونه محاصره دي پدي معني چي طالبان دچورلكوپواسطه ځكه بمباردوردگ صاحب دپلارپه سبب نشي كولاي خومحاصره شوي دي او طالبان هم ترسخت بريدلاندي دي اوويل كيږي چي تلفات يي هم وراړولي دي. ديادولووړده چي داجكړه دداكترفاروق دپلاردراخلاصولوپه غرض روانه ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قند هنداره (دډاکټر محمدهمايون هما نوی اثر )", "output": "قند، قمر راهي، اياز داودزی، پروفېسر هم ايون هما، څيره، ځلا، ادبي هڅې او کرښې . دا ټول هغه درانۀ او خواږۀ نومونه دي چې کۀ پښتو ادب ترېنه خدای مکړه بې برخې وي نو ډېر به بې خونده وي، ځکه چې دې درنو نومونو پښتو او پښتنو ته ډېر څۀ ورکړي دي. دا د پښتو ژبې د يو اهم دور د ارتقاء ژوندۍ او تلپاتې نمونې دي چې وياړ او فخر کؤل پرې په ځایې او ضروري دي. د قند هنداره د همدې تسلسل يوه بله درنه او اهمه کړۍ ده چې اوډونکی یې پروفېسر محمد همايون هما دی . په خواوشا شپږو سوو مخونو خور، زړۀ راښکونکې سرپاڼې او معياري کاغذ لرونکي دی کتاب کښې د پښتو د تاريخ سازې او رجحان سازې مجلې قند د اولنۍ ګڼې څخه تر اخرنۍ ګڼې پورې ددغې مجلې د خپرېدو ناشنا او عجيبه پېښه، محرک، مواد، ليکوالان او کردار د تفصيلي بحث لاندې نيول شوي دي چې نۀ يواځې د يو تاريخي سند حېثيت لري بلکې مونږ ورته په قند کښې د خپرو شويو ټولو موادو يوه اجمالي خاکه هم ویيلی شو. ددې تر څنګ پروفېسر همايون هما د خپل علم او پراخه مطالعې په بنياد د قند د خپرېدو د دورونو د زم انې حالات او په پښتونخوا کښې د مجلو د خپرېدو د تاريخ په اړه هم تفصيلي ليکنه کړې ده چې هغه ځانله يو اهم اثر بلل کېدی شي. پخپله د پروفېسر هما په وېنا پنځوس کاله اګاهو کۀ د پريمیير شوګر ملز مردان له اړخه د قند اجراء د پښتو د ادبي تاريخ يوه يادګاري پېښه وه نو اوس د نادرن باټلنګ کمپنۍ پي وي ټي لمېټډ پېښور مالک قدرمند عمران خان چې ددې مقالې (د قند هنداره) د چاپ کومه ذمه واري قبوله کړه، نو دا هم يوه داسې پېښه ده چې د پښتو ادب په تاريخ کښې به همېشه ياد ساتلی کېږي. همدې عجيبه پېښې ته ما په پېل کښې اشاره کړې وه چې دا دوه اهم کا� �ونه (د قند اجراء او د قند هنداره چاپ کول) د دوو داسې کمپنيو لخوا شوي دي چې څوک ترې دا طمع نشي کولی، خو دا کا� �ونه شوي ځکه دي چې په شا یې د محترم قمر راهي او پروفېسر همايون هما په څېر درانۀ ليکوالان او شخصيتونه دي. د قند هنداره په اصل کښې د پروفېسر صېب د پي ايچ ډي مقاله ده او په شپږو بابونو مشتمله ده چې د هر باب عنوان یې د موضوع په اهميت دلالت کوي. دغه بابونه داسې دي: وړومبی باب : په سرح دي صوبه کښې د صحافتي او ادبي مجلو روايت دويم باب : د قند ا� �اعتي سفر دريم باب : د قند عمومي او خصوصي اشاعتونه څلورم باب : د قند (اردو) اشاعتونه پنځم باب : د قند ارزښت شپږم باب: ليکونکي او ليکونه (اشاريه) د يادونې وړ ده چې ددې کتاب وړومبی باب (په سرحدي صوبه کښې د صحافتي او ادبي مجلو روايت) څو کاله وړاندې د يو وړوکي کتاب په شکل کښې هم چاپ شوی و ) . ددې اهم کتاب د چاپ اهتمام ممتاز علي خان کړی دی، ناشر یې ډاکټر شفقت هما دی، سرپاڼه یې محمد کامران جوړه کړې ده، د چاپ لګښت یې د پېپسي کمپنۍ (ناردرن باټلنګ کم پني، پي وي ټي لمېټډ، پېښور) ورکړی دی، بيعه یې پنځه سوه روپۍ ده او د ((راه ګزر شرقي پيران، مردان))، ((116/E سېټلایټ ټاون راولپنډي))، ((هسکه مېنه شېخ ملتون، مردان)) او لويو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کېدای شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امریکایې ډالرو پر وړاندي د اروپایې یورو لویدل", "output": "د امریکایي ډالرو پر وړاندي د ا� �وپایې یورو بیه په بي سار ډول لویدلي ده. د یورو په قیمت کې و روسته تر هغه ټیټوال را څرګند شو چې د اروپا مرکزي بانک اعلام وکړ چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره د اقتصادي چارو د کاروپوهانو وړاندویني دا دي چې یورو به څه نا څه له اقتصادي پلوه زیان ومومي.تیره ورځ په تیرو پینځو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندي د یورو بیه په سلو کې لس ولویده.تیره اونۍ هر یوه یورو په یو ډالر او شپیته سنټه بدلیده په داسي حال کې چې د ادلون بدلون دا بیه نن یو ډالر او پنځوس سنټه ته راښکته شوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوس به تا ته دارو څوک را وړي!؟", "output": "اوس به تاته دارو څوک راوړي!؟ (لیکوال : رفیع الله روشن) ماذديګر دفتر نه له روخصتېدو وروسته دکور په لور روان شوم زمونږ کلی له ښارڅخه ښايسته لېرې دی، له موټر څخه کوز شوم اودکور په لور رهي شوم کوڅې ته په رسېدوسره سم ګورم چې دخدای (ج) بښلي سرور اکا لور زېبا په چيغو اوکړيکود کور له دروازې څخه کوڅې ته راپرېوته اوپه سپېروخاوروکې يې ځان له ډاګه ډاګه واهه له کور څخه هم دساندو اوژړاګانو اوازونه اورېدل کېدل، حيران شوم له ځان سره مې وويل خدای دې خير کړي دسروراکا ښځه ببو لاله ت� �ور خوبه نه وي مړه شوي ځکه چې هغه په دې ورځو کې ډېره سخته ناروغه وه ،زېبا مې له لاسه راونيوله اوله خاورونه مې پورته کړه ترې ومې پوښتل څه چل شويده خوزېباته سلګيو وار ورنکړ چې زماد پوښتنې ځواب راکړي ؛په دې وخت کې دکورله انګړ نه دحميد دمور اواز چې له ژړاسره بدرګه کېده وويل حميده زويه مور دې درنه ځارشه کاشکې چې ستا پر ځای زه بدنصيبه خدای اخستې وای ميندې يې زما پشان بورې شه بچيان يې ورته يتيمان شه او ....... نورې خبرې په ژړاکې ورکې شوې زم ا زړه په درزېداشو ويل مې څه ! ! حميد مړدی ؟ نه داسې نشي کېدای ! نورنوبېواکه شوم دېوال ته تکيه شوم خدايه حميد خوله چاسره دښمني هم نه لرله هغه خوکوچنی وو.......په همدې سوچونو کې ډوب ووم چې په کوڅه کې دموټر رڼا راښکاره شوه له رڼاسره سم دامبولانس هارنګ په کوڅه کې لکه دطوفان پشان يوه انګازه وکړه او بې له ځنډه دحميد دوی ددروازې مخې ته ودرېده خلکو کټ راوړ او دامبولانس وروستۍ دروازه خلاصه شوه دوه نفره موټر ته وروختو ګورم چې حميد خوارکی په سرو وينو کې لژندپروت ده له لاس اوپښونه مې دمه وخته په ډېر مشکل سره مې له نورونفروسره جنازه له موټر څخه � �اکوزه کړه دکټ د اچولو په وخت کې زما لا س دحميد په ملا کې داسې ننوت لکه په يو ه کڅوړه کې چې لاس ورښکته کړې داهغه ځای ووچې دپرچه پرې لګېدلې وه جنا زه مو کورته ننوېسته کټ په ښځو کې ورک شو، زېبا څووارې بې سده شوه خوښځو به پرې اوبه واچولې زېبا دخپلې مور په غاړه کې لاس ورواچاوه اوپه چيغو کې يې ورته وويل(( مورجانې اوس به تاته داروڅوک راوړي)) دکلي ځوانان تللي ول هديرې ته اوقبر تيارشوی وه جنازه موشپې ترشپې خاوروته وسپارله . حميد اوزيبادواړه هغه بد نصيبه خور او ورور ول چې دوه کاله وړاندې يې پلار سروراکا دسرطان دناروغۍ له امله وفات شوی وه، اودوی يې دتل لپاره له مېنې بې برخې شوي وه دحميددپلار له مرګ نه وروسته دمور اوخور ساتنه دحميد په غاړه شوه نوموړی په دې وخت کې دلسو کلونووه او دښوونځۍ په دوهم ټولګي کې يې زدهکړې کولې حميد ډېر ذهين ؛هوښيار اودښواخلاقو څښتن وو دښوونځي تر څنګ يې ديني زدهکړې هم کولې مګر دپلار له وفات سره سم دې هرڅه ته دپای ټکې کېښودل شو، حميد به سهر له کوره وته اوپه بازار کې به يې دکراچۍ پرسر بسکېټ ؛ ژاولې ؛ اورلګيد اونور شيان پلورل چې په دې تر تيب يې ځانته نفقه برابروله . په دې ورځ چې حميد غوښتل مازديګر کورته راشي چې په دې وخت کې په سرک خارجيان تېرېدل چې حميددوی ته نژدې پر انتحاري حمله وشوه اوزيات شمېر ملکي وګړي پکې شهيدان اوټپيان شول حميد هم په ټپيانو کې وه شهيدان اوزخميان شفاخانوته ورسول شول چې وروسته حميد په روغتون کې ساورکړه . اوس نو زېبا سهار له کوره وځي سوال کوي او مور يې په کلي کې دخلکو لوښي او جامې وينځي ،اوپه دې طريقې سره خپلوځانونوته نفقه برابروي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فتنه فلم او هندي سريالونو ترمنځ توپير څه دى؟", "output": "په تيرو څو ورځو کي په مسلسل ډول د ط� �وع تلويزيون له لاري تبليغات کيږي، چي د هندي سريالونو بندول د بيان د آزادۍ د دښمنانو کار دى، او وايي چي د بيان آزادي د ظلم دښمنه ده او هيڅوک د دې آزادۍ مخه نه سي نيولاى.د فتنه په نوم فلم چي په هالنډ کي د پارلمان د يوه غړي په ډايريکټري جوړ سوى وو او په دې فلم کي قران شريف ته (نعوذبالله) د يوه شيطاني کتاب لقب ورکړل سوى وو. د دې فلم ډايريکټر هم دې ورته خبره کړې وه، چي د بيان آزادي د ظلم خلاف آواز دى او آزادي زموږ يو مسلم حق دى، چي د هغه سره سم بيا خلک راوپارېدل اومظاهرې يې وکړې. په داسي حال کي چي زموږ په خپل وطن کي داسي سريالونه په ډې� �ه مينه کتل کېږي په کوم کي چي د هندويزم لپاره په پراخه پيمانه تبليغ کېږي، نو بيا دلته پوښتنه دا ده چي موږ و� �ي د فتنه فلم د خپرېدو مخنيوى کاوه.ماته خو د هندي سريالونو او فتنه فلم قضيې دواړي يو او بل ته ورته ښکاري، ځکه يو اسلام توهينوي او بل يې ريښې ور باسي.يا په بل عبارت، توپير يې دومره دى چي فتنه فلم پر اسلام باندي يو مخامخ او ناکامه ګوزار دى او هندي سريالونه پر دواړو (اسلامي عقيدې او افغانيت) باندي په پسته او خوږه ژبه يو غيري مستقيم ګوزار دى چي په انګليسي کي ورته ( کولډ وار) يا سړه جګړه وايي چي زما په نظر دا وروستى يې تر لوم ړني ډېر خطرناک دئ.په پښتو کي ويل کېږي چي نرى باران تر تېز باران ډېر اثر کوي. ځکه اوس زموږ خلک د خداى پاک له خوا پنځه وخته فرض لمونځ پرېږدي، خو هغه پنځه ډرامې نه پرېږدي په کوم کي چي د هندويزم دپاره تبليغ کېږي. دا معلومه خبره ده چي طلوع تلويزيون د خپلي ګټې غم کوي، د هغوى يې د بلا که خلک هندواڼ کېږې او که بېلاري کېږي. خو نه پوهېږم چي افغانان د دې وړتيا نلري چي دا درک کړي؟ او که په دې پوهېږي خو سر نه په ګرځوي؟. د بېلګي په توګه داځيني اغيزي خو په ټولنه کي د ورايه ليدل کېداى سي:١. مخکي به مو داسي ډېر انسانان ليدل په خاص ډول زموږ تاسو مندي او خويندي. چي پنځه وخته لمونځ به يې نه قضا کاوه اوس هغه کسانو د لمانځه هغه پابندي و پنځو داسي ډرامو ته ورکړې ده، چي په هغه کي د ((رام او د سيتا)) صفات بيانېږي. او که کله ډرامه قضا سي نو قضايې خو يې حتمي ده. � �. مخکي که چا يو ځوان ياپېغلي ته د هندو خطاب کړى واى په دې به د هغه بېحده ډېره خوا بدېدهخو اوس هغه مخکنۍ ع� �يده ډېره ضعيفه سوې ده. ٣. زموږ نوى نسل په تېره بيا نجونو دبا او تولسي د خولې د ګيتا، رامايڼ،او د م هابهارت د کتابونو په باره کي دومره معلومات حاصل کړي دي، چي په قرآن شريف کي يې نه لري. ٤. په کورو او بازارو کي به پخوا کشرانو مشرانو ته سلام کاوه او س زموږ په ګاونډ کي واړه مشرانو ته لاسونه جوت کړي، سر ورته ټيت کړي او (نمستې) ورته وکړي، او داسي لاهم پېـښه سوې ده چي ځيني مشر په خندا پر سر لاس ور تېر کړي او ورته ووايې،( جيتې رهو مېرې لال). ٥. زموږ په ټولنه کي ډېر ماشومان سته چي د ډرامو په ډېرو کتلو سره يې په زړونو کي هندويزم ته ډېر احترام پيداسوى دى او که يې پر خلاف څه وويل سي نو بيا دلايل هم درسره وايي. ٦. زموږ په ټولنه کي ډېري داسي نجوني او هلکان ليدل کېږي چي داسي هندي نومونه يې ځان ته غوره کړي دي چي معنى يې سړى کافر کوي، داسي ډېر نور منفي اثرات سته چي څوک يې په يادولو شرمېږي. نو دا چي د طلوع تلويزون د بيان د آزادۍ په بهانه د دغو سريالونو له خپرېدو څخه دفاع کوي، آيا له دوى سره د خپل کلتور او مذهب غم هم ورسره دى؟ او که يوازي او يوازي د بيان د آزادۍ په نوم د خپلي ټولني اخلاق ور خرابوي. دلته نو پوښتنه دا ده چي آيا د بيان د آزادۍ تر چتر لاندي چي موږ ته هره بې ديني او بد اخلاقي خپرېږي، هغه به منو؟ او که موږ ته يو څه په کار ده چي د خپلو هيوادوالو د کلتور، مذهب او عنعناتو په وړاندي هم يو څه مسوليت لرو؟."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پښتنو ډل وژنه، د کریم خلیلي .... ( لومړۍ برخه)", "output": "د پښتنو ډل وژنه، د ک� �یم خلیلي،حكمتيار او محقق وژونکی ایتلاف (لومړۍ برخه) لیکوال:محبت خان د ۱۹۹۴او ۱۹۹۷ کلونو تر منځ د افغانستان په مرکز او شمال کې مخ پر زیاتیدونکي بی ثباتي د � �اکټر نجیب آلله په مشرې د افغانستان د جمهوري دولت تر نسکوریدو وروسته په کال ۱۹۹۴ کې د ازبک ملیشو مشر جنرال عبدالرشید دوستم د اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره د نظار شورا پر وړاندې د ګډي جګړې لپاره لاس یو کړ.په دې وخت کې پلازمینه کابل د جګړې لومړۍ کرښه وه.د جګړې په دې نه هیریدونکي موده کې دواړو ښکیلو غاړو په کابل کې پر جنسي تیریو، غلاوو ،لوټمارۍ،تالا او عام وژني لاس پوري کړ.د جګړې ښکیلو چریکانو یو د بل پر وړاندي له هر ډول ظلمونو کار واخیست.په دې خونړۍ جګړه کې چې ډګر یې د کابل په مرکزي سیمو( زړو مکرویانو، بی بی مهرو،پل محمودخان، وزیرمحمد اکبرخان مینه ، شش درک او سمنټ خانې پورې محدود وو، بلاخره د جنبش ډله له ماتې سره مخامخ شوه .په دې وخت کې د عبدالرشید دوستم او د نظار شورا تر منځ د پلازمینې سربیره د افغانستان په شمالي و� �ایتونو کې هم تاوتریخوالي پیل شول په داسي حال کې چې له دې دمخه نظار شورا او جنبش ګوند په شمال کې ګډ ایتلاف در� �ود.له هر بل ولایت څخه ډير په بلخ کې د دې دوو رقیبو ډلو تر منځ جګړې وشوي چې هلته جګړه د جنبش ګوند په بریالي توب اود نظار شورا په ماتې سر ته ورسیده .د بشر د حقونو مدافع ډلو په مزار ښار کې د جګړې د ښکیلو دواړو غاړو له بشري تیریو راپور ورکړی.د بشر د حقونو ډلي وایې چې په مزار ښار کې هم نظار شورا او هم د دوستم پلویانو جنګي اسیران اعدام کړل،عامه شتمنۍ یې ولوټلي او په پیغلو نجونو یې تیري وکړل.رپوټونه وایې چې د جنبش او نظار شورا پلویانو ګڼ کسان یو بل ته د همکارۍ په پلمه اسیران کړل چې ګوندي د اسیرانو په ادلون بدلون کې به ترینه ګټه واخ� �ي خو د یوې مودې په تیریدو ګڼ یرغمل انسانان په بیړنۍ توګه اعدام کړای شول.ویل کیږي شاوخوا ۲۴۰۰ تنه په م زار ښار کې یوازي په څلورو ورځو کې ووژل شول .د جنبش ډله په دې جګړه کې وتوانیده چې د مرکز( مزار) کنټرول په لاس کې واخلي.د مزار ښار له مرکزي سیمو څخه د نظار شورا د پلویانو له په شاتګ وروسته دا ملیشه ځواکونه په دې وتوانیدل چې د بلخ ولایت ستراتیژیکي څوکي او لوړې غونډۍ خپلي کړې او دا کار د دې لامل شو چې د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۷ کلونو تر منځ د بلخ ولایت امنیتي حالت څه نا څه د ښه والي په لور وخوځيد ځکه نظار شورا په جنبش او برعکس جنبش ګوند په نظار شورا کار ندرلود او یو موقتي ډزبندی هم د دې دوو ډلو تر منځ نافظ شو.په دې وخت کې د عبدالرشید دوستم په م� �رۍ د جنبش ګوند چې مرکز یې په مزار ښار کې وو، د خپلې مالي هستې د پیاوړتیا په موخه د سیمیزو مالیاتو په را ټولو� �و او له سوداګرو څخه د مالیاتو په اخیستو پیل وکړ.په خاص ډول دې وسله والي ناقانونه ډلي په سرپل ولایت کې د نفتو له یوې کوچنۍ څا څخه ، په شبرغان کې د طبیعي ګازو او په فاریاب ولایت کې د مالګي له کان څخه په ګټي اخیستني خورا ډیري پیسي تر لاسه کړي چې په همدې پیسو وسلي ، پوځي جامي او ډول ډول ماینونه له ایران، ترکیې او ازبکستان څخه وپیرل شول.د جنبښ ډلي قوماندانان چې له دې ناقانونه عوایدو څخه یې ګټه پورته کوله د یادو شویو کلونو تر منځ دا احساس پیدا کړل چې ګواکي هر یو ځان ته ځان ته حکومت لري.د بیلګي په ډول د جنبښ ګوند د ۵۱ فر� �ې د یو قوماندان کړو وړو ته نظر کوو.دا قوماندان شیرعرب نومیده .قوماندان شیر عرب په بلخ کې د ولسي وګړو او پخواني دولت د شتمنیو له چور او چپاول وروسته د خپلو یو شمیر نژدې او وحشي ملګرو په مټ خپل ګن شمیر هم ګوندي سیاسي رقیبان په بې رحمۍ ووژل او هان دا چې په ځينو مواردو کې یې بیا خپل نژدې ملګري هم تر تیغ تیر کړل.� �پوټونه وایې چې شیرعرب به د کور تر چور او چپاول وروسته د کور خاوند په بی رحمۍ واژه او نه یې غوښټل چې ژوندې شواهد پاتي شي. په دې وخت کې د دوستم پر وړاندې داخلي ستونزي را ولاړي شوي.د جنبش ګوند مشهور قوماندان � �سول پهلوان په کال ۱۹۹۶ کې د عبدالرشید دوستم خلاف فعالیتونه پیل کړل هان دا چې د دوستم واک ته یې لویه ستونزه وزیږوله چې همدې کار دوستم دې ته اړ کړ چې رسول پهلوان د همغه کال په جون میاشتې کې د خپل یو ساتونکي په مټ ترور کړي.له دې پیښي یو کال تیر شو چې د رسول پهلوان ملګري د هغه د ورور عبدالمالک پهلوان په مټ د دوستم له ګوند څخه جلا او له طالبانو سره یو ځای شول.دا چې د رسول پهلوان پلویان خورا ډیر ول نو هغوي د طالبانو په مټ د څلورو میاشتو په تیریدو د جنبش واکمني ړنګه کړه.عیني شاهدان وایې چې د مزار ښار د کنټرول د تر لاسه کولو � �پاره د طالبانو او رسول پهلوان د ملګرو د عملیاتو له پیل سره سم د جمیعت ګوند یو ځل بیا د جنبش له پاتې شونو س� �ه لاس یو کړ او له طالبانو سره یې سخته جګړه پیل کړه.د بشر د حقونو مدافع ډلي وایې چې په دې وخت کې د کریم خلیلي ( د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال) د وحدت ګوند پلویان هم له جمیعت اوجنبش سره یو ځای د طا� �بانو پر وړاندي جګړې کې ښکیل شول.عیني شاهدانو بینوا ویب پاڼې ته وویل چې دې دریو ډلو د مزار ښار په دننه کې هر هغه کار تر سره کړل چې زړونو یې غوښت. کورونه یې لوټ کړل ، په ښځو او نجونو یې جنسي تیري وکړل، د بلخ ولایت ګڼ شم یر پښتانه یې په مرمیو ووژل او حتی د یوي مرستندویي ټولني په ښځينه کارکونکي یې هم جنسي تیری وکړ.دا جګړه د څ لورو میاشتو په تیریدو د طالبانو په ګټه پای ته ورسیده.عیني شاهدانو وویل چې د طالبانو له خوا د مزار ښار تر نیول کیدو دمخه د وحدت ګوند عمده قوماندانانو لکه کریم خلیلی،محمدمحقق،صادق مدبر(د چا� �و ادارې غړی) او داسي نورو د بلخ په شولګره دولت آباد،چاربولک او یو شمیر نورو هغو سیمو کې چې پښتانه ډير اوسیدل بی رحمانه بریدونه وکړل.ویل کیږي چې یادو شویو دریو قوماندانانو په یادو شویو سیمو کې په پښتنو پيغ� �و جنسي تیري وکړل او ګڼ شمیر ځوان او د پاخه عمر لرونکي پښتانه یې له ځان سره یوړل چې وروسته یې بیا د قزل آباد هوايي ډګر ته څیرمه په مرمیو وویشتل او په نژدې پرتو کرهنیزو ځمکو کې یې خښ کړل.د دې صحني یو تن شاهد او د ټیلر موټر چلونکی وایې ، محمد محقق او کریم خلیلی يې په خپلو سترګو ولیدل چې نژدې ۱۲۰ تنه پښتانه ځوانان او د پاخه عم ر خاوند نارینه یې هوايي ډګر نه په شمال لوري کې پرته کرهنیزه ځمکه کې شا په شا کتار ودرول او بیا یې باړې پرې وچ� �ولي.د ټیلر موټر دا چلونکی چې بینوا ویب پاڼې ته یې خپل مستعار نوم ( نواز) وښود وایې چې له دې ډل وژڼی وروسته وژل شوي کسان په هغو کندو کې وغورځول شول چې په همدې ځمکو کې کیندل شوي وي او وروسته یې بیا زما ټیلر موټر پرې تیر کړ چې ګوندي کوم کس ترینه ژوندې پاتې نشي او وژل شوي کسان ټول په خاورو کې خښ کړای شول.جنبش، نظار شورا او د وحدت اسلامی او حرکت اسلامي ګوند پلویان له مزار ښار څخه وتښتیدل او طالبان په سیمه واکمن شول.طالبانو څ ه موده په مزار حکومت وکړ خو د حکومت موده دلته ډیره اوږده نه وه.د نظار شورا د هزاره ګانو دوه ګوندونه(حرکت اسلامي او وحدت اسلامي) د ګلبدین حکمتیار ګوند په مرسته د طالبانو د کنټرول د را پرځولو هڅې وکړي چې بریالي هم شول.جنرال عبدالرشید دوستم په دې وخت کې له هیواد څخه بهر تللی وو خو کله چې بیرته مزار ته ستون شو نو پخوانی طاقت او واک یې ندرلود او په مزار ښار کې د حاکمو ګوندونو د پلویانو تر منځ هم اړیکي د و� �ځي په تیریدو خرابیدې.رپوټونه وایې چې د ۱۹۹۸ کال په جریان کې د وحدت اسلامي ، حرکت اسلامي ، جنبش او نظار شو� �ا د پلویانو له خوا په ښار کې جنسي تیري، په رڼا ورځ غلاګاني او قتلونه خورا ډير شول هان دا چې په همدې کال کې د مزار ښار یو شمیر اوسیدونکو په یو لاریون هم لاس پوري کړ چې دا لاریون بیا د حاکم ایتلاف له خوا وټکول شو او ګڼ شمیر لاریون کونکي په ډیري بی رحمۍ ونیول شول او ووژل شول.( ددې ډول رپوټونو د خپریدو لړۍ دوام لري)."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امریکایۍ نجوني له طالبانو سره مخامخ جګړه کول غواړي", "output": "میرویس جلالزی د امریکې د پوځ د سمندي ځواکونو ښځینه یو شمیر عسکرې غواړي چې په افغانستان کې له طالبانو سره په مخامخ جګړې کې برخه واخلي. هغوي وایې چې د قوماندانانو له خوا دوي ته اجازه نه ورکول کیږي چې په مخامخ ډول د نارینه امریکایې سرتیرو په څير له طالبانو سره جګړه وکړي. د تفني جونس په نامه د امریکې د سمندري ځواک یوې سرتیرې چې د هلمند په جنوب کې یې د ماموریت سیمه ده رسنیو ته ویلي چې له دوي څخه دمخامخ جګړې حق اخیستل شوی او دوي ته د قوماندانانو له خوا د نارینه سرتیرو په څیر حقونه نه ورکول کیږي. د امریکې د سمندري ځواکو په لسګونو ښځینه سرتیري دمګړۍ د هلمند په ګرمسیر او یو شمیر نورو سیمو کې ځای پر ځای دي. ښځینه سرتیري وایې چې دوي د نارینه عسکرو په څير روزنه تر لاسه کړي او دوي چمتو دي چې له طالبانو سره په مخامخ ننښتو کې برخه واخلي نه دا چې یوازي په پوځي هډو کې د نارینه عسکرو ملاتړ کونکی رول ولوبوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نامشروع جنګ او دافغانانو ناهيلي", "output": "اندرز هنريکسن Anders Henriksen چي دډنمارک دنظامي کادرونو دروزلو په انستيتوت کښي يو جنګي حقوق پوه او سياسي شنونکۍ دي ، دافغانستان دجنګ په اړه ئي يولړ شنني او څيړني ترسره کړي دي . ده ددغو څيړنو پرنتيجو باندي دخپلي دوکتورا ( ph. d ) د ډګري دپاره تيزس هم ليکلې چي له کبله ئي نوموړې ډګري ترلاسه کړيده . دي په افغانستان کي جنګ يو غير قانوني عمل ګڼي او وايي چي په پيل کولو سره ئي دهيوادونو خپل منځي حقوق ترپښولاندي شويدي . د نوموړې شنونکي دتيزسونو په هکله دوو تنو سياسي څيړونکو لکه Laurits Nansen او Lars Igum Rasmussen يوه ليکنه کړې چي د Nyhedsavjsen پنامه يوي ډنمارکۍ خبري ورڅپاڼي په ۲۱ \\ ۵ \\ ۲۰۰۷ نيټه د ) ډنمارکي سربازان په يوه غي� �قانوني جنګ کي ( تر سرليک لاندي خپره کړيده . لوستونکي کولاي شي دخپلو شننو په موخه دنوموړې ليکني پښتو ژباړه په لاندي کرښو کې ولولې : امريکائي مقاماتوترهمدااوسه پوري داخبره په ثبوت نده رسولې چي د ۲۰۰۱ کال دسپتمبر د ۱۱ نيټې په پيښو کښي دافغانستان طالبانو مستقيم لاس درلود، ځکه نو دط� �بانو دحکومت په نسکورولوسره دقانون څخه تيرۍ شوي او دډنمارک قواوو پدغه غيرقانوني عمل کښي دامريکايانو سره ونډه اخيستي ده . ج . ډبليو بوش پرخپل وخت ويلې وه : « هغه څوک چي دتروريستانو کوربه توب کوي بايد جزا وويني » . ددي خبري سره سم دسپتمبر دپيښو لږ وروسته داکتوبر په ۷ نيټه ام� �يکا خپلي لومړنۍ ښکاري الوتکي په افغانستان کښي پکار واچولې . پردغو عملياتو باندي ئي د ) Enduring Freedom خلل نه منونکي ازادي . ژ ( نوم کښيښود او موخه ئي دطالبانو دحکومت راپرزول وټاکل . د۲۰۰۲ کال دجنوري څخه ډنمارکي قواووهم پدغه کارکي امريکايانوته اوږه ورکړه . خو د اندرز هنريکسن په اند دقانون له مخي دوي دا حق نه درلود وتروريستانوته دکوربه توب په پلمه دطالبانو دحکومت وچپه کولو ته ملاوتړي . دمستندو مدارکو کمبود : يوازي پدغه بهانه چي طالبانو وتروريستانو ته پناه ورکړي وه امريکايانو داقانوني حق نه د رلود ددوي رژيم رانسکور کړي . دامريکايانو داکار دهيوادونو دخپل منځي حقوقو سره په هيڅ ډول سمون نه خوري ، ځکه چي په نوموړو حقوقو کښي هغه حالات په څرګنده ښودل شوي چي کوم وخت هيوادونه يو له بله سره دجنګ کولو حق لري . د هيوادونوخپل منځي حقوق څه ته وائي ؟ دايولړ ټاکلې پرنسيپونه دي چي هيوادونه ئي بايد دخپل منځي مسئلو په هکله دبيلګي په توګه کله چي دجنګ موضوع ، دبشر دحقونو موضوع او دامنيت موضوع مطرح وي ، په پام کي ونيسي . نوموړي پرنسيپونه دهيوادونو ترمنځ يوبل ته ددرناوي پخاطر دملګرو ملتونو د ۱۹۴۵ کال په منشور کي په نښه شويدې ، کوم چي ت� �دوهم نړيوال جنګ وروسته دنړۍ هيوادونو ددغه ډول لويو جنګونو دبيا پيښيدودمخنيوي په هيله تصويب کړ . دلته داپريکړه هم وشوه چي هيوادونه يو دبل پر ضد په جنګ لاس نشي پوري کولاي مګر داچي مشروعيت ئي ملګري ملتونه تائيد او دامنيت دشورا اجازه تر لاسه کړي او يا داچي يو هيواددبل هيواد پرضد دخپل ځان ددفاع پخاطر جنګ ته ور ودانګي . که چيري امريکايانو نړۍ ته داثبوت وړاندي کړي واي چي طالبانو دسپتمر د ۱۱ نيټې دعم� �ياتومستقيمه رهبري پر غاړه درلوده ، بيانو دوي داحق درلود چي دحکومت ونسکورولو ته ئي ليڅي را ونغاړي . خو امريکا هيڅکله هم دا ثبوت وړاندي نه کړاي شو . دډنمارک حکومت هم پردي نظر ټينګار نشي کولاي چي د Enduring Freedom په عملياتو کښي ددي هيواد دسربازانوونډه اخيستل په يوه قانوني طريقه ترسره � �ويدي . که څه هم دملګرو ملتونو دامنيت شورا دا پريکړه وکړه چي ددغه سازمان د۱۹۴۵ کال دمنشور له مخې امريکا دځان څخه ددفاع کولو حق لري او دسپتمبر دورانونکو پيښو مسئولين بايد حساب ته کښينول شي . مګر پدي پريکړ کښي هيڅ داسې ټکۍ نشته چي امريکاته دي حق ورکړي تر څو دطالبانو حکومت کوم دسپتمبر په پيښو کښي ئي دمستقيمي رهبري مسئوليت ثابت شوي ندي ، رانسکور کړي . د نوموړې پريکړي پر بنسټ امريکا يوازي داحق ترلاسه کړ چي القاعده او اسامه بن لادن وځپي . ايادهيوادونو خپل منځي حقوق يوه زړه شوي اوله موډه لويدلې موضوع ده ؟ اندرز هنريکسن پدي نظر دي چي دايوه پرنسيپي موضوع ده او نړيوال بايد ددي خبري وڅرنګه وا� �ي ته پام راواړوي چي ايا امريکا يوازي پدغه دليل چي طالبانو وتروريستانو ته پناه ورکړي وه ، داقانوني حق درلود چي دهغوي د حکومت وړانګولو ته اقدام وکړي ؟ ايا دابه پر ځاي کار وي که چيري دمثال په توګه د روسيې دولت دګرجستان حکومت يوازي پدي ګناه رانسکور کړي چي دچيچن وتروريستانو ته پناه ورکوي ؟ اوياهم هندوستان يوازي پدي خاطرداحق درلودلاي شي دپاکستان حکومت راچپه کړي چي هغه و اسلامي بنسټپالو ته پناه ورکوي ترڅو په هند کښي ټاکلي هدفونه په نښه کړي ؟ نړيوال بايد دا ټکۍ په پام کي ونيسي چي دغه ډول خپلسري کا� �ونه دنړۍ امنيت دګواښ سره مخامخ کوي . له دي کبله نو نوموړۍ څيړونکۍ ټينګارکوي چي بايدپردي موضوع باندي بحث وشي او داخبره وارزول شي چي ايا دهيوادونو خپل منځي حقوق له موډه وتلې يوه زړه خبره ده که څنګه ؟ ديوګوسلاويا سره جګړه ، دطالبانو سره جګړه اود عراق درژيم راپرزول ، داټولې هغه کړنې دي چي دهيوادونو ترمنځ دحقوقو سره ورته والۍ نلري . داچي اوس هم زيات کسان دافکرکوي چي جنګ يو پرځاي عمل دي ، بيانو ضرور ده پدي هکله جدي فکر وشي چي اياپدغو يادشوو حالاتو کښي دهيوادونو خپل منځي حقوقوته په کومه کچه درناوۍ شوې دې . ايا زموږ سربازان په افغانستان کي څه کوي ؟دسوسيال دموکرات ګوند غړۍ او دعد� �يې پخوانۍ وزير چي دهيوادونو دخپل منځي حقوقو پروفيسور دي ، دقانون څخه داډول تيرۍ يودپام وړ پرابلم زيږونکۍ عمل ګڼي چي هيڅکله هم په پارلمان کښي منظم بحث ندي ور باندي شوي .په افغانستان کښي موږ څه کوو ؟ ايا دطالبانو ، القاعدي او يا داولسي وګړو دپراخو پرګنو سره په جګره اخته يو ؟ داهغه جګړه ده چي زيات ق� �بانيان ئي ملکي وګړي دي . ځکه نوداسوال پدي ارزي چي پوره غور ورباندي وشي . هغه قوانين چي پخپله ئي ټاکو ، بايد هيڅکله ئي هم تر پښو لاندي نکړو . د (پټ جنګ) پنامه جوړشوي مستند فلم په افغانستان کي دجنګ نامشروعيت په ډاګه کوي ځکه چي هلته په مختلفو کچو کي دقانون څخه تيرۍ په ګوته � �ويدې . د Enhedslisten ګوند غړۍ Frank Aaen وايي چي حکومت بايد پدي هکله جواب ووايي . کله چي مو وغوښته دخارجه چارو وزير او دمحافظه کار ګوند غړې Per Stig Moller څخه پدي هکله پوښتنه وکړو ، هغه مو ونه م وند . خو په وزارت کښي چارواکو راته وويل چي دوي داندرز هنريکسن د دوکتوراتيزس ندي لوستې مګرپه افغانستان کښي ئي ټولې کړنې دهيوادونودخپل منځي حقوقو سره برابري وي او دي . ديادونې وړده چي په ډنمارک کښي دسياسي ګوندونو يو پراخ ډيره کي لکه چپ ګوند چي دقدرت واګي په لاس کي لري ، محافظه کار ګوند چي په واکم ن ائتلاف کښي شيريک دي ، سوسيال دموکرات ګوند ، راډيکال ګوند او دډنمارک دخلګو ګوند دامريکايانو په م� �رۍ د Enduring Freedom عملياتو ملاتړ وکړ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اقتراح (يوه پښتو، كره پښتو)", "output": "يوه پښتو، كره پښتو د هرې ژبې د پرمختګ لپاره د معياري ليكدود (رسم الخط) درلودل، يو اساسي او ضروري شرط دى. د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره تر اوسه پورې پښتو ټولنې (علومو اكاډمۍ) او باړه ګلۍ ځينې پرېكړې كړې دي، خو دغه پرېكړې له يوې خوا بېخي لږې او له بلې خوا د ځينو ژبپوهانو او ليكوالانو له نظره ځينې يې ناسمې دي او له سره غور غواړي. دغه ډول د نويو لغتونو د جوړولو په برخه كې هم خپلسري ډېره شوې ده. (ميوند كلتوري ټولنه_ كندهار) غواړي چې د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره يو سيمينار جوړ كړي، چې د كوزې او برې پښتونخوا ليكوالان او ژبپوهان برخه په كې ولري. خو لومړى بايد د ليكدود دغه اختلافي صورتونه راټول او بيا سيمينار ته وړاندې شي. موږ د پښتو ژبې له ټولو ژبپوهانو او ليكوالو څخه هيله كوو، چې په دې كار كې زموږ ملا وتړي. دوى كولاى شي چې موږته يوازې دغه اختلافي صورتونه راولېږي او يا د علمي دلايلو په وړاندې كولو سره يوه كره بڼه يې هم په نښه كړي. كېداى شي دغه بڼه په نښه كول يې پر بېلابېلو علمي پرنسيپونو ولاړ وي، لكه: لرغونوالى او قدامت_ اختصار يا لنډون_ اسانوالى او فصاحت_ دودوالى يا عاموالى_ توپير اونه التباس_ اهنګوالى او بلاغت_ څرګندوالى او د افادې ځواك_ د ويونكو ډېروالى او داسې نور... دغه ډول نوي جوړ شوي لغتونه اويا د يوه پردي لغت په اړه، چې بايد په پښتو كې څه ډول معادل ورته ولرو، هم خپل وړانديز راولېږئ. پر دې سربېره، كه د سيمينار د اجنډا او يا طرزالعمل په باب كوم وړانديز لرئ، نو هم يې زموږ څخه مه سپموئ. موږ به ستاسې وړانديزونو ته سترګې پر لار يو. زموږ پتې دا دي: كابل: G. P. O Box # 5898 كوټه: G. P. O Box # 533 پېښور: U. P. O Box # 704 برېښناليك: maiwandnet@yahoo.com ګرځنده ټليفون: 0093 (0) 70 21 16 96"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ميخونه", "output": "ميخونهپه ځيګر وهي ميخونهپه ټټر وهي ميخونهدا په دې چې ته پښتون يېستا په سر وهي ميخونهپه بنديانو، اسيرانوكله نروهي ميخونهڅه د ظلم انتها دهپه بشر وهي ميخونهچا عيسى په صليب كړىپرې ژر، ژر وهي ميخونهد پردي كپس مرغۍ ديپه وزر وهي ميخونهستا د پاكو وينو رنګ بهپه مجمر وهي ميخونهتش حسين، حسين (رض) نعرې كړيخو شمر وهي ميخونهمشعل دوى ته بد شګون كېپه خپل ور وهي ميخونه د 1373 اوړى، شاه شهيد-كابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مصركښې پيښه ګڼ كسان بې دركه", "output": "د مصرپه دريايې نيل كښې كشتۍ ډوبيدو له امله ګڼ كسان بې دركه شويدى يوعربى ټى وى راپور ترمخه پيښه دمصرجنوبى بينى سوئف ښاردريامنځ كښې رامنځته شويده دپيښې اطلاع نه پس په سمدستې توګه امدادى كاروائۍ شروع كړې شويدى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په عراق کې د کورنۍ جګړې اندېښنه", "output": "د عربي اتحاديې عمومي منشي عمرو موسي ګواښ څرګند کړی دی چې د عراق وضعه د چاودني و حالت ته د عربي اتحاديې عمومي منشي عمرو موسي ګواښ څرګند کړی دی چې د عراق وضعه د چاودني و حالت ته رسېدلې او هرګړی د کورنۍ جګړې د بلېدو احتمال ليدل کيږي . عربي اتحاديې د شنبې په ورځ په خپله يوې بيانيه کې زياته کړېده چې په اوسنۍ کړکېچنه وضعه کې نه ښايې چې د عراق ملت دي يواځي پرېښودل سي دا ځکه چې د جاري وضعي دوام و اختلافونو ته لمن وهي اوددې هېواد په ړنګېدو به ختمه سي . عمرو موسی د عراق د پرمختياوو په هکله د يوه شفاف او رغنده موضع پر نيولوباندي ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې د عراق اساسي قانون چې د اکتوبر پر پنځلسمه نېټه و ټولپوښتنو ته وړاندي کيږي په يوازي توګه به ونسي کړاې چې د عراق د ستونزو دحل وفصل تضمين وکړي . په دې بيانيه کې راغلي دي چې د عربي اتحاديې يو هيئت د دې اتحاديې د مرستيال احمد بن حلي په مشرۍ و بغداد ته د عمر موسی د سفر د ترتيباتو د نيولو په خاطر و عراق ته روان سوی دی . دغه هيئت به د ځينو عراقي مسئولينو او د سياسي ځواکونو، ګوندونو او ديني مراجعو سره کتنه و کړي . عربي اتحاديه زيار باسي چې دداسي خبرو اترو دلاري، دملي پخلايني و کنګرې ته د عراق د ټولو سياسي ګروپونو داستازو و ګډون ته ﻻره هواره کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ولسواليوکې به د پوهنې د دفاع شوراګانې جوړې شي", "output": "دافغانستان د پوهنې وزير نورمحمد قرقين وايي چې په روان تعليمى کال کې به په ولسواليو کې د ښوونځيو ،ښوونکو او زده کونکو دخونديتوب په موخه د معارف د دفاع شوراګانې جوړې کړي . ده دا هم وويل چې په روان کال کې به ٢٠٠ نوى ښوونځي جوړکړي، د وزير په وينا تير کال دوى ١١٠٠ ښوونځي د هېواد په مختلفو سيمو کې جوړ او يا رغاولي دي. ده دا خبرې پر داسې مهال کولې چې پر نوې کابينه کې يې پر ځاى دکليو او پراختيا وزير حنيف اتمر د افغان ولسمشر له خواټاکل شوى دى . همداشان تير کال ٤٣ ښوونځي تر بريدونو لاندې راغلي اود لس زرو ښونځيو څخه يوازې ٣ زره ښوونځي ودانۍ لري .طالب اورپکې ادعا کوي چې په ښوونځيو کې دينى او مذهبى زده کړو ته ځاى نه دى ورکړ شوى ،مګر د پوهنې وزارت مرستيال پتمن داخبره نه منې .سږ کال ٩٠٠ زرو زده کونکو د زده کړې په موخه خپل نومونه ثبت کړى چې په دې توګه د پتمن په خبره په روان کال کې د زده کونکو ټول ټال شميره ٦ ميليون زده کونکو ته رسيدلې ده .اوس مهال ١٨٠ زره ښوونکى چې نيمايي غير مسلکي دي د زده کړې چاري پر مخ بيايې چې د ٤٠ تنو زده کونکو له پاره يوازې يو ښوونکى رسيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې يوه ډله غله نيول شوى دى .", "output": "د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره دمبارزې مشر په ډاګه کړې چې وړمه شپه يې د يوې وسله والې نيښتې په ترځ کې د يوې ډلې غلو څلور تنه کسان نيولې دي . دى وايې دغه ډلې د لړم په څلورمه نېټه د کابل د نوې ښار په سيمه کې د يوه خصوصي شرکت له کارکونکى څخه ١٥٥ زره ډالره غلا کړى و. دغه ډله د پوليسو تر تعقيب لاندې وه .د ډلې يو کس په تيښته بريالى شوى دى . دغه ډلې د پوليسو دريشۍ اغوستې وې او وسلې يې درلودې . يو څه موده وړاندې د يو بل افغان سوداګر څخه هم د کابل په نوې ښار کې په رڼا ورځ ١٣٣ زره ډالر په ورته توګه د وسله والو کسانو له خوا چې پوليسى جامې يې اغوستې وې لوټ شوى و ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مصر په چادنو کې ٢٢ تنه مړه او ١٥٠ ټپيان شوي", "output": "د مصر دسيلانيانو په(دهب )ښار کې د ٣ پرله پسې چاودنو له کبله ٢٢ تنه مړه او لږترلږ ١٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي . دمصر ولسمشر ددغو چاودنو سخته غندنه کړې ده او دا يې يو ترهګرى عمل بللى دى . د امريکا ولسمشر هم ددغو چاودنو غندنه کړې او دا يې د بېګناه خلکو په وړاندې يو نه بخښونکى عمل بللى دى . مصر د اسرائيلو سره خپله پوله تړلې تر څووکولاى شي د عاملينو د تېښتې مخه نيسي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان په هکله دناټوددفاع وزيرانوناسته جوړيږي", "output": "ټاکل شوې ده ، دافغانستان د ثبات د ټينګشت او امنيتى لارو چارو اودندو په اړوندد ناټو د دفاع د وزيرانو ناسته د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې جوړه شي . دغه ناستې ته به د افغانستان ددفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردک او د امريکا ددفاع وزير هم ورشي . د ناټو د دفاع د وزيرانو ناسته په داسې مهال کې جوړيږي چې افغانستان کې په بهرنيو او دولتى ځواکونو د مخالفو جنګيا� �يو بريدونه ډير شوي او د هېواد دننه او بهر د سولې او ثبات په هکله يو لړ انديښنې مخ په زياتيدو دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کرزي او اوباما ټلیفوني خبري( رپوټ)", "output": "اوباما 'ژمنه وکړه چی د افغانستان سره به خپلی مرستی زیاتی کړی' د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی وایی چی د امریکا منتخب جمهور ریس براک اوباما ژمنه کړی چی د تروریزم پرخلاف به په افغانستان او سیمه کی مبارزه وکړی. د ښاغلی کرزی د دفتر مامورین وایی چی ښاغلی اوباما د شنبی په ماښام په ټلیفونی خبرو کی ژمنه وکړه چی د افغانستان سره به خپلی مرستی زیاتی کړی. د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس د جمعی په ورځ وویل چی امریکا غواړی افغانستان ته په راتلونکی کال کی لږ تر لږه څلور نوری لیواوی ولیږی. افغان چارواکی وایی چی نوری اضافی قواووی به د پاکستان سره په سرحدی سیم ه کی ځای په ځای شی چی ملک ته د یاغیانو د داخلیدو مخه ونیسی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنگین دادفر سپنتا وایی د نورو اضافی قواوو داخلید ل به یواځی په هغه صورت کی ومنل شی که دوی د افغانی قواوو سره یوځای کار وکړی چی د طالبانو نه اشغال شوی ځایونه بیرته ونیسی. بل پلو، ددې نه وروسته چی د افغانستان جمهور رئیس ح امد کرزی د امریکا نه د لا زیات شمیر د عسکرو غوښتنه وکړه نن د اییتلاف د قواو ویاند ددفاع په وزارت کی د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کی وویل چی ټول هغه بهرني عسکر چی افغانستان ته استول کیږی باید د حکومت سره په همغږی او د اړتیاو په نظر کی نیولو سره خپله دنده تر سره کړي. کرنیل گریگ جولین د اییتلاف د ځواکونو ویاند د ام� �یکایی عسکرو د دری زروه کسیزی لوا د را رسیدو خبر ورکړ چی ټاکل شوی د افغانستان په جنوبی سرحدی سیمو کی به ځاې په ځای شي. په همدی وخت کی د دفاع د وزارت ویاند جنرال اعظیمي وویل مرستندوی هیوادونه باید د افغانستان د هوایی قواو په غښتلی کولو کی هم چې د زیاتو ستونزو سره مخ دی هم زیار اوباسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بخارست غونډه نن پيليري", "output": "د ناټو تړون د 26 غړو هيوادونو مشران به د دې غونډي اصلي گډون وال وي . د کوسوو ولسمشر او افغان جمهور ريس حامد کرزی او د گڼ شمير نړيوالو موسسو او په خاصه بيا هغو ادارو استازي به هم د بخارست د غونډي گډون وال وي چې له افغانستان سره مرستي کوي .د تړون وياند جيمز اپاتورای تيره شپه بينواويب پاڼي ته وویل چې دا غونډه به د ناټو تړون له جوړښت را پدې خوا د خپلو گډون والو له اړخه تر ټولو لويه هغه وي .په دې دری ورځنۍ غونډه کې به د شمالي اتلانتيک د تړون د شورا غړي(NAC), ،داروپا اتلانتيک م� �گرتيا شورا(EAPC), ،د ناتو روسيې(NRC) او ناټو اوکراين (NUC).شورگانو خاص استازي هم جلا جلا ليده کاته وکړي .د پنج� �نبی د ورځي په ماښام به د ناټو تړون د غړو هیوادونو مشران گډ ماښامنی ولري .اټکل کيږي چې د غونډې په لومړۍ ورځ په کوسوو او افغانستان کې د ناټو د ماموريت په برياليتوبونو،چلينجونو او ستونزو خبري اتري وشي .د تړون ویاندوويل چې دا ځل به د ناتو تړون د مشرانو په غونډه کی په افغانستان کې يوازي د افغانستان د لانجي د حل په برخه کی په پوځي لار نه بلکه د هغې تر څنگ به په سياسي ډيالوگ هم تاوده بحثونه وشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اندړو کې د پولیسو یوچارواکی وژل شوی", "output": "د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې ددغه ولایت د پولیسو یو تن چارواکی ووژل شو. د غزني د امنیه قوماندان سرجنګ په وینا، دغه چارواکی له دندې نه د کور په لور روان و، چې د ناپېژاندو وسله والو د ډزو نښه وګرځېد. سرجنګ وایي چارواکي د غزني په روغتون کې ساه ورکړه. څو ورځې مخکې په اندړو کې ددغه ولایت پخوانی والي قاري بابا هم ووژل شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دملي سرود دځنډيدو په خلاف غونډه جوړه سوه", "output": "غوث الدين فروتن - كندهار نن سه شنبه د زمري دمياشتي ۱۱ چي د اګست د مياشتي د ۲ نيټي سره سمون لري ، دكندهار د كلتوري ټولنو ، ليكوالو ،شاعرانو او دنظر دخاوندانو په ګډون د مازديګر پر پنځوبجو په افغان مطبوعاتي او فرهنګي مركز ايينه كي د ملي سرود دځنډيدو په خلاف غونډه جوړه سوه . دغونډي ګډونكوونكو هر يوه په وار سره خبرې وكړې او زياته يې كړه چې ملي سرود چې يوه ملي مسئله ده په لوى لاس له پامه غورځول كېږي . د اساسي قانون مطابق ملي سرود بايد اوس جوړ او تكميل شوى واى ولې په دې برسېره ورته هيڅ پاملرنه نه كېږي. دوى وويل چې د ملي سرود د تصويب د كميټې لخوا چې كوم شعر د ملي سرود لپاره انتخاب شوى او منل شوى وو ولې لغوه كړاى شو او همدارنګه د ملي سرود د جوړېدو د اوسني ځنډ لاملونه بايد په ګوته شي، د اطلاعات او كلتور وزارت او د ملي سرود د تصويب كميټه بايد په دې اړه ملت ته ځواب وركړي او څرګنده كړي چې هغه كوم لاملونه دي چې د ملي سرود د تصويب د كميټې لخوا منل شوى شعر يې لغوه او له هغه وروسته ېې د هيواد ملي سرود له اوسني ځنډ سره مخ كړى. په پاى كې پرېكړه وشوه چې په دې اړه به په راتلونكې كې د يوې لويې غونډې په ترڅ كې دا مسئله وڅېړل شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محمدمحقق او سیدنورالله له حامد کرزي څخه ملاتړ اعلام کړ", "output": "میرویس جلالزی د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمدمحقق او د جنرال دوستم د جنبش ډلي استازي سیدنوارلله په یوه غونډه کې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له حامد کرزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. محمد محقق وویل چې دوي له حامد کرزي سره تر تودو بحثونو وروسته پریکړه وکړه چې له نوموړي څخه به په ټاکنو کې ملاتړ کوي او خپلو پلویانو څخه به غواړي چې کرزي ته رایې ورکړي.محمد محقق او سید نورالله چې د ملي ټلوالې عمده غړي بلل کیدل د ټلوالي له پاشل کیدو وروسته له کرزي سره ملګري شول او دغه کار یې د ځان په ګټه وبلل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طلوع ټلويزيون په کلکه و ګواښل شو .", "output": "د اطلاعاتو او کلتور وزارت د يوې م طبوعاتي اعلاميې په ترڅ کې د رسنيو د شکايتونو او د سرغړونو د کميسيون د پرېکړې په بنسټ ويلي:د رسنيو د � �کايتونو او د سرغړونو د څيړنې د کميسيون د ١٣٨٦ کال د تلې د مياشتې د ٢٤ نيټې د سه شنبې د ورځې د پريکړې او زموږ له يو شمير هيوادوالو څخه د رارسيدلو شکايتونو له مخې د بهرنۍ سندرغاړې شکيرا کنسرت چې تيره شپه له طلوع تلويزيون څخه خپور شو د اساسي قانون او د رسنيو د قانون د حکمونو پر خلاف بلل کيږي.د رسنيو د سرغړونو او د شکايتونو د څيړنې کميسيون په خپلې پريکړه کې د طلوع ټلويزيون ته سپارښتنه کوي چې په راتلونکي کې له دغه شان سرغړونو څخه ډ� �ه وکړي چې د عدلي تعقيب لاندې را نه شي.د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د رسنيو د اخلاقي او ټولنيز مسووليت له اصل سره جوخت د مطبوعاتو د ازادۍ د اصل په بيا يادونې سره دغه خپرونې چې د افغانستان د خلکو د معتقداتو پرخلاف دي په کلکه غندي او له ټولو نشراتي ارگانونو څخه غوښتنه کوي چې د دغه شان مبتذلو محتوياتو په خپرولو سره د افغانستان د ځوريدلو خلکو احساسات ژوبل نه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فراه نوی ښاروال ته کورودانی وویل شو", "output": "دفراه د ولایت له نوی ښاروال څخه مننه کوم دفراه د ولایت له نوی ښاروال ښاغلی عبدالرحیم (اسحاقزاهی) څخه د ده د نه ستړی کیدونکی خدمت کولو مننه کوم ٠ هغه ځکه چی د کومی ورځی څخه چی د ښاروالی د ریاست دنده ورسپارل شوی ده د فراه په و� �ایت کښی یو نوی بدلون تر سترگو کیږی ٠ هغه دا چی ټوله ورځ په دا تودوخه هوا کښی د گلانو په کښینولو بوخت دی او د ښار د پارکونو داونو ساتلوته خاصه پاملرنه کړیده او د ښاروالی د هر په دنده گمارل شوی وگړی سره په گرمه هوا کښی خپله گډون لری ٠ او بل داچی د ښار اوسیدونکی ډیرتری خوشحاله معلومیږی ٠ زه هغه بله ورځ دفراه د ښار دشهیدانو له فلکې سره نیږدی په دوهم منزل کښی د یوه دوکان ومخ ته گوښه ناست وم چی ښاروال صاحب د یوه موټرنه راکښته شو او د فلکې په گلدانیو کښی یی د گلانو په کښینولو پیل وکړی .نو د ده ددوم� �ه زیارکښی په لیدلوسره ډیر خوشحاله شوم چی دهغی خوشحالی څرگنده و نه نشم کولای ٠په اخره کښی د لوی او مهربانه خدای (ج) له لوری دده لا نور بریالیتوب غواړم ٠ په زیاته مینه :محمدنعیم رحیمی � �یواني"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په تايلينډ كې ددو پوليسو په كډون لس تنه وژل شوي", "output": "هاند په تايلينډ كې شكمنو ترهكرو دجلاجلا پيښو په ترڅ كې ددو پوليسو په كډون لس تنه وژلي دي پوليسو دچهارشنبې په ورځ اعلام وكړ دنوموړهيواد دوه تنه سرحدي سرتيري په پتوني سيمه كي هغه مهال ووژل شول كله چې دوسله والو ياغيانو تربريد لاندې راغلل همدارنګه ديوې بلي بمي چاودنې په پايله كې دوه سرتيري سخت ټپيان شول پاتې نور ټول وژل شوي كسان دبيلا بيلو چاودنو او بريدونو په پايلو كې له منځه تللي دي چې دپوليسو په وينا ډيرى وژل شوي كسان ملكي وګړي دي پوليس وايي په وژل شويو كسانو كې يو ۴۸ څلويښت كلن سپين ږيري هم شامل دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کې دپښتنوزوال (اخري برخه ـ پرلپسې لړۍ)", "output": "ددې لیکني ( لومړی برخه) (دوهمه برخه ) (دریمه ب� �خه )(څلورمه برخه) (پنځمه برخه )دلته ولوولئ مګر د لږکيو تر ټولو هميشنی شکايت دا دی چې پشتنو په تير وخت کې د حکومت په سترو مقامونو باندې تقريبا انحصار درلودلی. خو بيا هم يو وروستۍ څيړنه دا په ډاګه کوي، چې د زاړه نظام په بهير کې (تر ۱۹۶۳ د مخه) د پښتنو، تاجکو، سيدانو او نورو توکميزو ډلو � �مير په افغانستان کې په ترتيب سره د سياسي وتليو اشخاصو د ډلې ۵۷،۹ ٪، ۲۹ ٪، ۶ ٪ او ۴ ٪ وو. د اساسي قانون په � �سيزه کې (۱۹۶۴- ۱۹۷۳)، دغه جوړښت په ۱،۵۶ ٪ پښتنو، ۳۳ تاجکو، ۳.۳ سيدانو او ۵.۵ نورو سني ډلو بدل شو ([22]). پښتنو او تاجکانو دواړو تر خپلې اندازې زيات استازي دلودل، مګر په يوه ټيټه کچه. د سيدانو تر کچې زيات استازيتوب زياتره جدي و، او په عمومي توګه د شيعه ګانو او په خاص ډول د هزاره ګانو استازيتوب په جدي توګه تر کچې لږ و. شيعه ګان د نفوسو کابو ۱۵ ٪ جوړوي، مګر هغوي د زاړه نظام او د اساسي قانون په دورو کې په ترتيب سره د سياسي وتليو اشخاصو تقريبا ۱.۸ ٪ او ۲.۲ ٪ جوړل. په دې توګه له شيعه ګانو او په ځانګړی ډول له هزاره ګانو پرته، د نورو لږکيو د سياسي توپير ادعا په شواهدو نه ده ولاړه. په حقيقت کې د اساسي قانون په دوران کې، په داسې حال کې چې د پښتنو تر اندازي زيات استازيتوب په وتليو سياسي موقفونو کې زوال وموند، د تاجکو تر اندازې زيات استازيتوب ۳ ٪ زيات شو.افغانان بايد تاريخي بې عدالتۍ له موجودو يا اوسنيو نا برابريو سره غلطې نه کړي. په تاريخي لحاظ نه يوازې دا چې د توکميزو لږکيو په وړاندې توپيرو بلکې نادر انی پښتانه او په خاص ډول غلزيان هم د توپير او تبعيض � �ربانيان وو. لاکن د دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې او په تيره بيا له ۱۹۶۳ څخه بيا د ۱۹۷۸ تر سوسيالستي انقلاب پورې په افغانستان کې بيلا بيلو حکومتونو ډير هاند او هڅه کوله چې د ټولو افغاني وطنوالو د برابرۍ پر اساس يوه ملي ټولنه رامنځ ته کړي. البته قانوني برابرتيا په ټولنه کې برابری نه تضمينوي او د ټولنيز عدالت يو لا زيات عملي ګام اخيستل به دا وي چې د برابرۍ موقع ورکولو تګلاره تعقيب کړی شي. افغانان دې ته اړتيا لري چې تر قانون لاندې او د سرچينو په ويش کې د برابرۍ موقع درلودلو پر بنسټ يوه ملي ټولنه جوړه کړي. لږکيان چې د عدالت غوښتونکي دي، بايد د قانوني نا برابرتياو مثالونه او د ټولو لپاره د برابرۍ زمينې په وړاندې خنډونه تشخيص او په ګوته کړي. د پښتنو خوا بدون د دولت د هويت پيژندلو په اړوند د لږکيو له انګيرنې او طرز تلفي څخه سرچينه نيسي. پښتانه باور لري چې دوي د افغانستان اکثريت وګړي دي او دا چې د افغانستان دولت پښتنو جوړ کړی او دا چې افغانستان په نړۍ کې يوازينې پښتون دولت دی، او دا چې لږکۍ بايد د دولت افغاني کرکتر ومني. هيڅ يو اتنيکي اقليت يا لږکي نه شي کو� �اي چې د ايران فارسي کرکتر، د ترکيې ترکي کرکتر، د تاجکستان تاجيکي کرکتر او د ازبکستان ازبکي کرکتر تر پوښتنې لاندې راولي. پښتانه ادعا کوي چې همداسې بايد د افغانستان لپاره هم وي. پښتانه په دې عقيده دي چې له توکميزو � �ږکيو سره په اړيکو کې دوي په سيمه کې تر نورو ډير زغم لري، ځکه چې دا نور خلک په خپلو هيوادونو کې د خپلې ژبې بر � �اسي غواړي او تحميلوي يې. که څه هم ځينې پښتانه عقيده لري، چې پښتو بايد په افغانستان کې ورته دريځ ولري، د هغوي يو زيات شمير همدارنګه حاضر دي چې دری ژبه د يوې رسمي ژبې په توګه ومني، په دې شرط چې پښتو ته يو سيمبوليک ډول ترجيح ورکړل شي. لاکن کله چې پښتانه د پښتو د برلاسۍ او د دولت د افغاني کرکتر غوښتنه کوي، هغوي په فاشيزم او د � �ږکيو په تر فشار لاندې نيولو تورن کيږي. هغوي احساس کوي چې د لږکيو غوښتنې د يو فدرالي جوړښت يوه پټه هڅه ده چې د هيواد افغاني هويت ورک کړي او توکميز بيلوالی ته وده ورکړي. که چيرې د فدراليزم لپاره انګيزه په ولايتي م وضوعګانو کې د سيمه ييزو او محلي پريکړه کولو بهترول وای، امکان لري چې پښتنو به دا منلې وه، خو که چيرې هدف د � �ږکيو هويت پيژندنه پياوړی کول او د دولت د افغاني کرکتر کمزوری کول وي، د فدراليزم په وړاندې د پښتنو حساسيت د فهم وړ دی ([23]). که څه هم په دا تير کال کې د توکميزې لانجې شدت تر ډيرې اندازې کم شوی دی، توکميزې اړيکې لا هم ستونزمنې دي او يو تر جګړی را وروسته افغانستان بايد د دغې ستونزې د حل لپاره کار وکړي، ترڅو چې د قانوني براب� �تيا او د ټولو وطنوالو لپاره د برابری موقع او د هيواد او د وخت د افغاني هويت له موضوعګانو سره په پرانستې فضا کې چلند و نه شي او د قناعت وړ بڼې سره حل نه شي. سياسي ثبات به د افغانانو لپاره يو خيالي ارزو پاتې وي. پای لمن لیکونه-------------------------------------------------------------------------------- [1] وګ، روبين بارنټ \\سياسي ممتازان په افغانستان کې: رنټاير (Rentier) دولت جوړول، رنټاير دولت له منځه وړل\\، د د منځني ختيځ د څيړنو نړيوال ژورنال (په انګريزي) (فبروري ۱۹۹۲)، م ۷۷- ۹۹.[2] وګ. ايدن نبي \\په افغان + شوروي اړيکو کې د ژبې لامل\\ ايشين سروي، مارچ � �۹۸۰ م- ۵۶- ۲۳۷.[3] وګ بساوری پ بها تاچاريا د شوروی مليتي پاليسي په افغانستان کې ايشين افيزر، جون ۱۹۸۴ م. ۳۷- ۱۲۵.[4] د پښتنو د برلاسي سره د لږکيو مخالفت لپاره وګوري د ۱۹۹۲ د جون په ۴ په مزار شريف کې د افغانستان د ملي اسلامي جنبش لومړنۍ غونډې ته د جنرال عبدالرشيد دوستم وينا، د قوماندان احمدشاه مسعود مرکه د (دورنمای افغانستان از ديدګاه مسعود: د مسعود مرکې (په افغانستان و مطبوعات جهان کې) د اګست ۱۹۹۳، ۱- ۱۰ مخونه، همدارنګه ايکانوميست، اپريل ۱۱، ۱۹۹۳، ۳۶م، او د می ۳۰، ۱۹۹۳، ۴۰م. فار ايسترن ايکانوميک ريويو FEER، جهنواي ۱۶، ۱۹۹۲، ۲۱- ۲۲ مخونه، فبروري ۱۸، ۱۹۹۳، ۲۳م، او مارچ ۱۸، ۱۹۹۳، ۲۲م.[5] د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت له يوه لوړ پوړې چارواکی سره مرکه چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند کړای شي[6] کرسچين ساينس مانيتو او لاس انجلس ټايمز د ۱۹۹۲ له د اپريل له ۱۷- ۲۷ پورې بيلا بيلې ګڼې. په افغاني رسنيو کې د پښتنو پر ضد او د هغوي د زوال په هکله توطئو لپاره وګ. \\مصاحبه چار شخصيت سياسي\\ او (نجيب چطور سقوط کرد) په \\مجاهد ولس\\ کې (اوسلو)، اپريل- مۍ ۱۹۹۲. همدارنګه همدلته نور مضامين د ۱۹۹۲ جون او می-جون ۱۹۹۳.[7] وګ حسن کاکړ، ؛د دسيسو، لڼد پاري او نفرت سياست؛، مجاهد ولس (همدارنګه نومبر- دسمبر ۱۹۹۲م او ۳؛ بارنت روبين، ؛ له سړې جګړې وروسته د دولت تجزيه: د نړيوالې منازعې د حل ناکامي په افغانستان کې، د نړيوالو چارو ژورنال، ژمی ۱۹۹۳م م ۸۷- ۴۸۶، FEER، اپريل ۱۲، ۱۹۹۲م. [8] FEER، اپريل۱۲، ۱۹۹۲، ۱۸ م[9] د حکمتيار اسلامي حزب په يوازې سر د افغانستان له مقاومت (جهاد- ژ) سره د ټولې بهرنۍ پوځي او مالي مرستې تر ټولو زياته برخه تر لاسه کوله. وګ Vaughn Forrest او يوسف بودانسکی، د باور يوه پوښتنه؛ د متحده ايالاتو د کانګرس د استازيو د څيړنې کميټې، کاري ځواک د ترهګرۍ او نادوديزې جګړې په باره کې، مارچ ۱۹۹۰، په تيره بيام م ۱۵- ۱۶[10] وګ، روبين، ؛له جګړې را وروسته تجزيه؛ م. ۴۸۱؛ فورست او بودانسکي، ؛د باور يوه پوښتنه؛ م م. ۱- ۱۹؛ او FEER، جنوري ۲۳- ۱۹۹۲، م ۲۲. د رباني رژيم د غير مستقيم ملاتړ لپاره، وګ لارنس ای ګرينټر، ؛متحده ايالتونه او د سهيلي اسيا: نوې ننګونې، ايشين؛ افيرز، اوړی۱۹۹۳. م م. ۱۹- ۱۰۱.[11] رسول بخش رئيس (افغانستان او سيمه ييز ځواکونه)، ايشين سروی، سپتمبر۱۹۹۳ م م ۲۲- ۹۰۵.[12] د سيمه ييزو علاقه منديو لپاره وګ. انور الحق احدي، ؛د سيم ه ييزو ځواکونو بدليدونکی علاقه مندي او د افغاني شخړو حل؛ ايشين افيرز سروي، اوړی ۱۹۹۴، م م ۱۵- ۸۰.[13] وګ FEER، دستمبر ۲۴. ۱۹۹۲ م ۱۸[14] نيويارک ټايمز، جنوري ۱۷. ۱۹۹۳، م. ا؛FEER، اکتوبر ۳۱، ۱۹۹۱، م. ۱۱ او فبروري ۱۸، � �۹۹۳، م ۲۳[15] ؛د افغانستان لپاره د فدرالۍ سيستم طرحه عملي ده؟؛، خپلواکي نمبر ۳ (پيښور)، جون- جولای ۱۹۹۲، م م. ۵۵- ۵[16] نيويارک ټايمز، اګست ۳۱، ۱۹۹۲ او په ايران کې د افغان کډوالو وضعه، وفا (پيښور)، جولای ۲۷، ۱۹۹� �، م .[17] نيويارک ټايمز، مارچ ۲۸، ۱۹۹۳ م ۱۱۴، او اپريل ۲۵، ۱۹۹۳ م ۱۷۵[18] لاری پی. ګوډسن ؛د افغانستان د � �اتلونکی دولت لپاره سناريوګانې؛، په کلنۍ غونډه کې لوستل شوې رساله، د منځني ختيځ د څيړنو ټولنه، ريسرچ ټرايګل پارک نيويارک، ان. وي، نومبر ۱۹۹۳؛ او ؛هيروين او افغانستان؛، ديپلومات (پيښور) اپريل ۱۹۹۴، م م ۶۱- ۶۳[19] م ارک سليونيسکي، ( افغانستان: د يوه توکم نابودي و زوال؛ اوربيس وينر، ۱۹۸۹، م م ۳۹- ۵۶. ځينې پوهانو استدلال کړی دی، څرنګه چې په پاکستان، ايران او لويديځ کې د تر پنځه ميليونه کډوالو خورا لوي اکثريت پښتانه دي، پښتنو په افغانستان کې د ډيری (اکثريت) موقف له لاسه ورکړی دی. په پايله کې هغوي د دغه ديموګرافيک بدلون پر بنسټ د توکميزو ډلو تر منځ د نويو اړيکو خيال کوي، خو که چيرې دغه کډوال بيرته راستانه شول، نو دغه استدلال به ناسم وي، وګ چا� �ډنيويل Post-Soviet Afghanistan- افغانستان تر شورويانو وروسته: د لږکيو دريځ؛ د ايشين سروي، نومبر ۱۹۸۹ م م. ۱۰۹۰- ۱، ۱� �۸[20] لويز دوپري، افغانستان (پرنسټن، ن ج، پرنستن يونيورستي پريس، ۱۹۷۳)، م ۱۴۷[21] م ظريف شهراني ؛سريزه: مارکستي انقلاب او اسلامي مقاومت په افغانستان کې؛ په ؛ م ظريف شهراني او رايرت ال. کانفلد، اديتوران، انقلاب او بغاوت په افغانستان کې: يو انتراپالوجيکي نقطه نظر (برکلی، کليفورنيا: د نړيوالو څيړنو انستيتوت، د کليفو� �نيا پوهنتون، ۱۹۸۴)، م م ۱۸- ۱۹[22] روبين \\سياسي نامتو کسان\\ ، م م ۷۷- ۹۹[23] د فدراليزم د ليد لپاره، وګ، افغانستان ؛ ايا فدراليزم عملي دی؟ م م. ۵۵- ۵۶ پایان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فریاد", "output": "بې واکه دي موجونه څوک پښتون راوستی نه شی نــا پـوهـه رواجــونـــه څــه بــدلــون راوسـتی نــه شـې قسمت له غمه ژاړې جام نسکور د میـخـانـی شو ســبـا تــه میلمستیـا هم د پرون راوستی نه شې ګـیـلـه د وخــت پکار ده هــم فــریــاد د ملــغــلــرو ليلا په خپلو اوښکو چې مجنون راوستی نه شې د حسن شوګیری د لمر سپوږمۍ مـدار کې ګرځـی دا تیری ورځې شپې چې د ژوندون راوستی نـه شې زړښــت ئـــې ارمــانی تــاج په سـر هم د ځوانۍ دی لرغونې لیونتوب بـانــدې پــاڅــون راوستی نه شې سالـو لانـدې راګورې نسیم ستوریه څه به جوړ کړې فـریــاد د انـتـظار بــانــدې ســمـون راوستی نه شې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فرانسه: اوس له افغانستان څخه د وتلو وخت ندی", "output": "میرویس جلالزی د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي ویلي چې دمګړۍ له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتلو ته شرایط اماده ندي او په دغه حساس حالت کې باید افغانان یوازي پرېنښودل شي. نوموړي دغه څرګندوني د فرانسوي سیاستوالو او پوځي قوماندانانو یوې غونډي ته وکړي. نوموړي وویل چې نړیوال او فرانسه باید تر هغه په افغانستان کې ماموریت ته دوام ورکړي تر څو دغه هیواد په خپلو پښو ودریږي او امنیتي ځواکونه یې د ټولو اوسینو چارو د پر مخ بیولو جوګه شي. سرکوزي وویل چې دی به د لندن په کنفرانس کې هم دغه مسله له اروپایې مشرانو سره مطرح کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل- کندهار پر لویه لاره د طالبانو اختریز پاټکونه", "output": "نتکۍ وسله والو طالبانو د کندهار کابل پر لویه لاره تلونکي په سلګونو موټر تلاشي کړل. طالبانو د میدان وردګو ولایت په شیخ آباد، سالارو، درانیو او د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر عمده واټ هغه موټر وپلټل چې مسافر یې لیږدول. عیني شاهدانو او د بینوا ویب پاڼي همکار چې له کندهار څخه د کابل پر لور را روان وو وویل چې وسله والو طالبانو د اختر په دریمه ورځ په سلګونو هغه موټر درول او پکې به یې له سپرو نارینه وو څخه پوښتني کولي چې د کابل پر لور او بر عکس به روان ول. طالبانو به هغه شکمن کسان چې ورته به دولتي مامورین ښکاریدل پوښتل او د هغوي تلاشي به یې کوله چې ګواکي که چیرته ترینه دولتي پیژندپاڼي او نور اسناد تر لاسه کړي. د عیني شاهدانو پر وینا چې طالبانو ځکه دغه موټر درول چې ځیني دولتي مامورین چې خپلو سیمو ته د اختر د مراسمو د لمانځلو لپاره تللي ول د اختر په دریمه ورځ بیرته د ښارونو مرکزونو ته روان ول. د بینوا ویب پاڼي همکار وایې چې په لسګونو په موټر سایکلونو او پیک آپ موټرو کې سپرو طالبانو د دوي د سپرلۍ تونس ډوله موټر د شیخ آباد بازار ته نږدې په قیر سرک ودراوه او د ټولو ناستو سپرو کسانو څخه یې ډول ډول پوښتني وکړي. طالبانو ویلي چې دوي د دولتي مامورینو او هغو عسکرو لټون کوي چې له افغان دولت او بهرنیانو سره کار کوي. د درانیو په سیمه کې طالبانو څلور هغه افغانان له یوه ۳۰۳ ډوله موټر څخه ښکته کړل او سترګې او لاسونه یې ور وتړل چې له میدان وردګو څخه د کابل پر لور روان ول. د بینوا ویب پاڼي د همکار پر وینا چې دا نه شوه معلومه چې دغه کسان طالبانو په کوم لوري یوړل او برخلیک به یې څه ډول وي. د عیني شاهدانو د وینا له مخې چې د طالبانو د تلاشۍ عملیاتو د کابل کندهار پر لویه لاره تلونکي مسافر له ویرې او ځنډ سره مخ کړل او په سلګونو موټر د واټ په دواړو غاړو ولاړ پاتي ول. د بینوا ویب پاڼي همکارانو هڅه وکړه چې د کابل او غزني ولایت له امنیتي چارواکو سره په دې باب اړیکه ونیسي خو د هغوي ګرځنده ټلیفونونه مړه ول. د اختر په دریمه ورځ په سلګونو افغانان، ښځي، ماشومان او نارینه د کندهار، غزني، هلمند، زابل او میدان وردګو ولایت څخه د پلازمینې کابل په موخه د خپلو کورونو پر لوري را روان ول خو د طالبانو ویرې او د امنیتي چارواکو غفلت هغوي د ساعتونو ساعتونو لپاره د کابل- کندهار پر لویه لاره منتظر پاتي کړل او په ډیرځنډ او تکلیف سره خپلو کورونو ته راستانه شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ميلوسوويچ په جيل کې ومړ.", "output": "د يو ګوسلاويا پخوانى ٦٤ کلن ولسمشر سلوبودان ميلوسيچ د شنبې په سهار د هالند د لاهه په زندان کې ومړ .دى په ٢٠٠١ زيږديز کال کې د ملګرو ملتونو د جنګى جرمونو د نړيوالې محکمې له خوا د انسان وژنو او جنګى جرمونو په تور محکوم شوى وو.له دې وړاندې ده د زړه ناروغى درلوده . د ده ناڅاپى مړينه يو شمير شکمن سوالونه رامينځ ته کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجاپان دنيګاسى ښاروال ووژل شو", "output": "دجاپان هيواد دنيګاساكي ښار ښاروال دناپيژاند وسله وال له لورې په ډزو ووژل شوددغه هيواد امنيتې پوليسو نن خبروركړ چې يوشيپته كلن (ايچو ايټو )دناپيژاند وسله وال تربريد ورسته په روغتون كې ساه وركړه.وژل شوى ښاروال دراتلونكې يكشنبې په ورځ دښاروالى ټولټاكنولپاره هم ځان نوماند كړى و.عيني شاهدان وايي ايټو دخپل انتخاباتې كمپاين له دفتر څخه تر وتو ورسته تربريد لاندې راغى.د نوموړي دوژنې په تور پوليسو د (ټيټسويا شيرو) په نامه يوتن شكمن كس نيولى دى چې،دپوليسو په وينا نيول شوى كس ديوې وسله والې ډّلې پورې اړه لري.دښاروال وژل دنيګاساكي ښار خلك هك پك كړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دښاغلي سرتیر په ویاړ غونډي ته پیغامونه او لیکني", "output": "دغونډي په ادرس ويناوي اوپيغام ونه : ښاغلی سرتیرصاحب، گرانو وطنوالو!زما ښي هېلې اوپېرزوینې ومنۍ!محترمو حاضرینو! سرتیر صاحب زما � �ه نظره لمړی دیوه تکړه اوپر هیوادمین شاعرپه صفت، او دوهم دیو کوچی پښتون فرهنگپال انسان په حیث، دقد� �وړشخصیت دی . او په دی خاطر زه د مالمو دښار دافغانونانو فرهنگی او علمی ټولنی ته او په خاص توګه ددغی ټولنی م� �رشاغلی غمخور صاحب ته چی د دی غونډی د جوړیدو زحمت ئې پرځان منلی دی ،کورودانی وایم.سرتیرصاحب دیوکوچی پښتون بچی په صفت، دهغه لږوامکاناتو څخه چی د ده په نصیب سوی دی، خورا پرځای او معقول ګټه اخیستې ده او تر هغه ځای چی وده ته میسر و،خپلی زدکړې ئې مخې ته بیولی دی، اوپه عمل کی ئی دا ثابته کړی چی که نور خوار او سرگردانو کوچیانو ته دزکړی او تعلیم زمینه برابر سوې واي، هرو مرو د دوی له مینځ څخه نور � �یر ټکړه شاعران،لیکوالان،پوځی او سیاسی شخصیتونوبه سر راپورته کړی وای . خو متاسفانه چی د دغو بیچاره او خوارو کوچیانو په غم کی بیله مرحوم پاچااعلیحضرت امان الله خان، هیڅوک نشو چی د دوی بچیانو ته تعلیم اوسبک ورزده کړی .او د شپې داستګنځایونود برابرولو له لیاری ددوی بچیانوته د زدکړې زمینه برابرکاندی . یواځی د اعلیحضرت مرحوم پاچا امان الله خان په دوره کی، ددغو بیځای اوبیکورو خلکو دبچیانو د زدکړی په منظو� �سیارمکتوبونه چی دکوچیانوسره یوځای او بل ځای ته کوچیدل،جوړ سول اوکوچی بچیانوته سواد ورزده کاوه، ترڅو دوی خپل دینی اومذهبی مراسم په سمه توګه پرځای کاندی، او بیا نو دسواد دنعمت څخه ګټورسی ،او په دی ت� �تیب دوی په دې فکر کی شی چی دغه دټول عمر دسرگردانی څخه ځانونه خلاصی کړی.، مگر افسوس چی دغه پروگرام دهغه � �ژیم د نسکوریدو سره سم له مینځه ولاړ او بیچاره کوچی زامن بیا دبیسوادی ولمن ته ولویدل او یوازی پ� �اخ دښتونه د دوی ومخې ته پاته سول.وروسته تر پاچا امان االه خان، دظاهرشاه تر وروستیو وختونوپوري څوک دکوچیانو د زامنو دروزنی په فکرکی نسول ، منګر دظاهرشاه په وروستیو وختونوکی یو ځلی بیا دکوچی بچیانو باسواده کول ،د دولت توجه ځان ته را جلب کړه، خو عملی گامونه پردغه خوا پورته نسول او که سوی وي، غیر محسوس گامونه وو.سوال دادی چی دغه گڼه بشری کتله تر څو باید سرگردانه وی؟ او د دوی بچیان له درس او تع� �یم څخه محرومه وی؟په آخر کی د سرتیر صاحب دبری او توفیق په هیله، د ده دیوه څلوریزی په ویلوچی ډی� �عالی پیغام لری خپلو خبروته خاتمه ورکوم : م ينهمينه انس دی ،انس انسان دیچــي اســــــاس ددې جــهــان ديدنـــــړۍ دپــايــښـــت نــــــوم دی اوکـــه نــــه دا جــهـــان وران ديپای . کانديد اکادميسين محمد اعظم سیستانی، گوتنبرگ شه� �،۱۱/ ۹/ ۲۰۰۸.................................... عبدالباري جهاني زما د کلونو یار ، وهاب سرتېز لږ ک� �ونه خو نه کېږی چی د پښتو ژبي د خوږ ژبي شاعر عبدالوهاب سرتېر سره پېژنم. زما په حساب لږترلږه څلوېښت کاله کېږی چی د ده له خندانی څېرې، خوږو مجلسونو ، ملنگ شخصیت او احساساتی او له ولولو ډکو شعرونو سره اشنا یم. زما به ښایی په پوهنتون کی لومړی کال وو، چی له سرتېر سره بلد سوم. ډېر ژر مو له نیژدې سره وپېژندل. خدای حاضر دی له لومړۍ ورځی ښه راباندی ولگېدی او دا دی له هغو شپو ورځو څخه څلوېښت کاله تېر سوي دي او تر اوسه ښه را باندی لگېږی. د ده شعرونه می له لومړۍ ورځی خوښېدل. خو په کال ١٩٧۴ کی، چی د لومړي ځل لپاره مي د پښتو نستان د ورځي په را� �یویی مشاعره کی برخه اخیستې وه د ده هغه شعر د ده له خپلی خولې واورېدی چی ویل یې« لوري د اسمان لوري اې د څ وارلسم سپوږمۍ». یوازي شعر ښایسته نه وو، بلکه د ده لوستل دونه ښایسته وه چی زه یې په سپینه ورځ، په روڼو ست� �گو د څوارلسمی د سپوږمۍ غېږی ته بوتلم. که څه هم چی د شهید داوود خان د قدرت په زمانه کی مو کله کله د مازیگر پر مهال د کابل په ښارنو کی سره لیدل خو د خلقیانو له راتگ سره، چی په عمومي صورت د خلکو ، په تېره بیا منورینو، ترمنځ لیدنی کتني کمی سوې نو زما څخه هم سرتېر ورک سو او بیا می زیات وکم پنځه لس کاله وروسته په هالینډ کی خپل سرتېر له نیژدې ولیدی.ښه چی د شعر لمنه یې نه ده خوشی کړې. ښه چی تراوسه پوری شعرونه لیکی. د پښتو ژبه د ده شعرونو ته ضرورت لری. شعر یې ساده دی، روان دی، هغسی چی دی یو ملنگ پښتون دی، شعر یې هم په هغه ډول له سپېڅلو احساساتو ډک دی.زه د خدای پاچا ملنگ یم، نه ملک یمه نه خانراته ښکاري غټ له غرونو په همدې حالت کی ځاند الله د رحمت تږی، خلکو تږی نه دی وږید کوثر له جامه راکړی لږه مینه د جانان.ماته د سرتېر خبری ښه خوند راکوي. هغسی چی دی په خپلو نظمونو کی د خپل غرور ترجماني کوي د بل چا دپاره هغه ترجماني ممکنه نه ده .دا د کوثر په جام کی لمر ځلېږی که په پیاله کی سمندر ځلېږیسرتېر به نه وي دومره غټ په جثه خو په شعرو کی لکه غر ځلېږی.د نورو زیاترو منورو او پر وطن مینو پښتنو په څېر، چی له خواږه ټاټوبي څخه یې د زمان د توپانونو له لاسه کډي وکړې، او په پردیو وطنونو کی یې خپله خاورینه جونگړه له یاده نه ده ایستلې،سرتېر هم په خپلو اکثرو غزلونو او نظمونو کی د خپلی مېني د بیرته لیدلو ارمانونه کړي دي او چا چی یې مېنه ورته کنډواله کړې ده نو که یې نور هیڅ په وس نه کېږی لږترلږه خپل قهرېدلي نظمونه خو یې دوخت د یاد گار په توگه ورته پرې ایښي دي.د بې ننگی په لاسو ونړېدلدنگ دنگ برجونه مي د ننگ د کالهورشه تپوس وکړه که نه پوهېږېچی ورځي څنگه دي د جنگ د کاله.او یا داچی..........مه راځه اختره زموږ کلي تهدلته اخترونه بازار نه لريزهر دي پاشلي په دې خاوره چاځکه تازگي او بهار نه لري.یوازي خدای ته معلومه ده چی د سرتېر د پسرلي د راتللو هیله به پوره سي کنه. یوازی خو دی نه دی چی د خپلی مېنی په سپرلیو پسی ژاړي. د ده په څېر به ډېرو نورو ملنگانو هم سترگی په ژړا سرې کړي وي ، او داسی به ډېرو نورو ځوانانو د خیالي مرغلرو لاړونه پېیلي وي، خو له بده مرغه داسی ښکاري چی د سرتېر په مېنه کی خزان ځاله کړې ده. د خزان له تېرېدلو سره خو ژمی راسي ، مگر د پسرلي په راتللو چندانی د چا سترگي خوږې نه سوې. هسی نه چی قسمت فیصله کړې وي چی سرتېر دي خپلی د خزان سندري وایی.که پسرلی شو سره وایو به اشنا سندريد سرو گلونو شنه چمن او دمینا سندريله خزان وروسته ساړه ژمي یرغمل نیوليچی په ژړا باندي لمدې دي نن زما سندريزما خوښېږي پسرلی د شنو اوبو په غاړهچی سره ووایو په گډه تر سبا سندريکه می په مینه عقیده نه وه ژوندی به نه ومځکه می خوښي دي د مینی د دنیا سندریپه دې خوا� �یني، غم لړلي او د ې تور ماحول کیخدایه ژوندی به وم ؟چی واورم یو ځل بیا سندريکه می دا سترگي وچېدلې نو وعده کومهسرتېر به بولم که ژوندی وم په ریښتیا سندري.زه خو سرتېر ته دعاکوم چی خدای دي اوږد ژوند و� �کړي، چی په خپله مېنه کی پسرلی وگوري او د ژوند دا ارمان یې پوره سي. ځکه زه یقین لرم چی هغه پر خپله پښتو ټینگ ولاړ دی او د خپلی ملنگي مېني ښکلا او لیلا نه هېروی.هرڅه به هېر کړمه تا نه هېرومد خپلی مینی دنیا نه هېروم سر په دروغو زما نه ښورېږیچی یو ځل هو کړم بیا دا نه هېرومراځه چی یو غږ یوه خوله ووایوکه سر مي ځي هم وفا نه هېروممین به یم خو لېونی لا نه یمپوه یم په دې چی لیلا نه هېرومد کوثر جام شه چی ډېر تږی یمهس� �تېر په دا نېکي تا نه هېروم.زه د حبیب الله غمخور او د هغه له ټولو ملگرو څخه مننه کوم چی د سرتېر صاحب د شخصیت او کلام په باره کی یې غونډه جوړه کړې ده. هغه په یوه غونډه نه بلکه په ډېرو دغه راز غونډو ارزي. سرتېر خپل ټول عمر د پښتو ژبي د ادب خدمت ته ورکړی دی. هغه د خپل قام او ژبي ملنگ دی. څوک چی ملنگان نازوي خدای دي هغوی ونازوی.زما د سرتېر تقریبا ټول شعرونه خوښېږی. او ښه خبره خو دا ده چی د لومړي سره می د هغه نظمونه خوښېدل. خو د هغه د شعرونو خوند هغه وخت لا زیات شی چی دی یې پخپله لولي. زه د هغه د شعر لوستلو ، په تېره بیا ازادو شعرونو د لوستلو مین یم. کله چی سرتېر خپل شعر لولي او ما غوږ ورته نیولی وي، نو ماته داسی ښکاری لکه دی چي د خپل ځان په باب ماته گړېږی. راځی چی د سرتېر شعرونه د هغه له خپلی خولې واورو، خو مخکی له هغه چی زه درڅخه رخصت سم د هغه یوه غزل درته انتخابوم او زه یقین لرم چی ستاسی ټولو به خوښه سی.مینېدم خو ښه چی نن مین شوم د زړه په امر په دښمن مین شوماوس به د خپلي مينی جاج واخلمهچی په اغزو که په چمن مین شومگوندي چی سیوری شي زما د پاسه د پاکي میني په لمن مین شومتنده می ماته په گلونو نه شوهزه چی د یار په تش دیدن مین شومپردي باغونه په پردو مبارکزه مي په شاړو د وطن مین شومسرتېر په ژوند د زلت لاړي توکمد هسکي غاړي په کفن مین یم.زما یې د خدای په امان. تاسی پوه سه او ستاسی سرتېر.ستاسی دټولو ورور او د پښتو ژبي خدمتگا� �. عبدالباري جهاني.................په سويډن کي دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز دمالمو دښار غونډی ته دپوهنمل حاجی محمد نوزادی ليکنه ; د (سرتېر) سره دڅپو په ژبه يوڅو خبری ; &n; bsp; ; چی څه ئی زړه غواړی همهغه ليکی ; &n; bsp; ; د ( سرتېر) لاره خو بيباکه ښه ده خوښ يم چی افغانی فرهنګ ته اوس دهڅاندو فرهنګيالانو په مټ دخوښې يو زيرۍ � �اتلونکۍ ښکاری . هغه دادی لکه چی وينو نن يوار بيا دپښتو ژبی يوبل رښتينې چوپړی دهغه په ژوند کی روغ رمټ رابلل شوی دی څو دچوپړ ستاينه او درناوی ئی وکړو . البته داهغه صفت ندی چی المدح الذبح وګڼل شی ، بلکه دايوازی دهغه پور ديوی برخی ادا کول دی چی دده دچوپړ له کبله د ځوانانو پر غاړه پروت دی . هو ٫ دا ډول چاری زموږ دهيواد په فرهنګی کړو وړو کښی له بده مرغه اوږدی ريښی نلری . داځکه چی موږ تل خپل پوهان ٫ متفکر مغزونه ٫ شاعران ٫ څيړونکې او ان هغه د نبوغ خاوندان چی اوس ئی دپيړيو وروسته نړۍ په لاسته � �اوړنو وياړی ٫ پرخپل وخت موږ تری مخ ړولې ، هغه مو ترټلې ٫ په ناوړو فتواګانو سره موپرمخ توری ايری ورپاشلې او او دهنر بلې ډيوې ئی موږ په خپلو لاسونو مړی کړی دی . تر ټولو خو لا بده داده چی په موږکي لااوس هم ډير کسان شته چی دغه ډول منفی کړنی خپل وياړلې صفتونه ګڼی . پدی کی شک نشته چی ورته سرجوړښتی ( روبنايی ) پديدی دنسبی مفهوم س� �ه تړلې وی چی دزمان اومکان له مخی او همدارنګه دځانګړو کسانو د درک دپيمانې سره سم بدلون مومی . ولی هغه څه ته چی په نړيواله کچه دمثبتې پديدی په توګه ارزښت ورکول کيږی ٫ پکار ده چی مثبت وګڼل شی . که څه هم داډول منفی کړه وړه يوازی دافغانی ټولنې ځانګړتياوی نه جوړوی اوبيلګی ئی دتاريخ په اوږدو کښی په نورو ډيرو ټولنو کی هم ترسترګو شويدی ٫ خوترهغه ځايه چی زموږ د ټولنې سره تړاو لری ، موږ همدا اوس هم چی منځنې پيړۍ مو د زمان له مخی په اوږده واټن شاته پری ايښی دی او د يو ويشتمې پيړۍ دلومړۍ لسيزی پای ته ورنژدی کيږو ٫ لاموهم دخپلو وتلو کسانو دپرځای خدمتونو ستايل دهغوی په ژوند کښی نه يوازی په پراخه کچه ترسره کړی ندی بلکه تر اوسه خومو لا ديوه منل شوی غوره کلتور په سترګه ورته کتلې هم ندی . که دفرهنګ په برخه کی دا نيمګړتياوی يوی خواته پريږدو ٫ موږ لاتر اوسه دخپلو تا� �يخی وياړونو او منلو ارزښتونو دسپکاوۍ څخه هم لاس ندی اخيستې او لاتر اوسه ئی په سپکولو سره ځانونه تر ګاون� �يانو اونړيوالو پوری سپکوو . مو ډيرځله دخپل تاريخ وياړلې شخصيتونه دوخت دذهنيت سره سم په بدو نومونو تورن ٫ څوک مو دملحد ٫ څوک دکمونيست او څوک په بل ورته تور له پښو اچولې او ورسره سم مو دټولنې پرمختيايی بهير په � �سګونو کلونه پرشا تمبولې او دنامهربانه حريصو ګاونډيانواو لويی غوښتونکو زبرځواکانو لاس وهنو ته مولاره خ� �اصه کړی ده . ددی يادونې يوه ښه بيلګه غازی شاه امان الله دی چی تر ټولو لومړۍ ئی دهغه شکيلاکګر زبر ځواک په م� �ابل کښی توره ترملا کړه چی پر اشغال شوو مستعمرو باندی ئی هيڅکله هم لمر نه لويدې . که يو وخت دا پروطن مين م يړنۍ افغان دگوډو ملايانو په فتوا سره دکافر پنامه له واکه پريوت اوپرځای ئی سقاويانو دټولنې پر پرمختيا باندی دمنځنيو پيړيو سيورۍ وغوړاوه ٫ که يو وخت دکافر او کمونيست په ټاپه لګولو سره د وطن دچوپړيانو غندل دپرديو په لمسون موډ وه ؛ خو دا اوس يوازی افغان دښمنه افغانستانۍ لطيف پدرام ندی چی د وياړلې غازی امان غوندی دميړنی افغانانو پروياړنو ناړی تو کوی ٫ بلکه دهغه وشاته دشيطانی قوتونو لښکر سنګر نيولې اوهره شيبه دفرصت په انتظار دقيقی پرګوتو شميری . فرهنګی شخصيتونه بيا هغه قوتونه دی چی دژبی او قلم زور ئی په حقيقت کښی دلوڅی توری نه هم زيات دی . دوی کولای شی دخپل هنر په زور پراخو پرګنو ته ډله ايزه روزنه ورکړی ٫ دهغوی ذهنيتونه روښانه کړی ٫ دحق او باطل توپير ته ئی وهڅوی ٫ ملې ګټی له پرديو ګټو څخه ورته بيلې کړی او په پايله کی هغوی و دی ته چمتو کړی چی د شخصيتونو او پيښو په اړه د وطن دلوړو ګټو په پام کی نيولو سره قضاوت او پ� �يکړی وکړی . داپه ځانګړی توګه شاعران دی چی پرګنوته پيغامونه ليږی ٫ دهغوی دانګازو په مټ ئی لاس پلاس کوی ٫ د رباب په خوله ئی ورکوی ٫ دساز په ژبه ټنګ ټکور تری جوړوی او ديری پری تودوی . همدغه ديری دی چی کولای شي دهر وګړی زړه ته لاره پرانيزی او دشاعر پيغام ور رسوی . ددی خبری ډيره ښه بيلګه ولسی شاعر ملنګ عبدالرحمان دی چی داټکه تر آمو ٫ د چتراله تر نيمروزه دهر پښتانه دکور دنغرې پرشاوخوا ئی تاوده شعرونه زمزمه کيږی او پښتانه سپين ږيرې ئی ډير بيتونه دمتلونو په توګه کاروی . دشعر او ټنګ ټکور سره مينه دپښتنو په خټه کی له ازله ګډه شوی او دا ورته د ذهنيتونو د روزلو يوه ډيره په زړه پوری او خوږه وسيله ګرځيدلې ده . که موږ دشعری څپو په ژبه د حمد او نعت په سينګارسره خپله روحی تشه ډکوو ٫ باطنی ښکلا زياتوو او دايمان لاره روښانه کوو ٫ نو همدارنګه کولای شو دحماسو په ژبه دخپلو پيغلو په سينه کی دملالې ساه ور پو کړو او دزلميانو پلاس د آيوب توره ورکړو . دهمدغی � �اری نه موږ وځوانو نسلونو ته خپل تاريخی وياړونه ور پيژنلای شو اودوی ئی په ارزښتونو باندی پوهولای شو . په هيواد کښی د وروستيو درو لسيزو پيښو ډير روڼ انده دلوړو زده کړو لرونکې کادرونه ٫ پوهان ٫ هنرمندان ٫ شاعران اونور دنړۍ راز راز هيوادونو ته په کډه کولو اړايستل چی دلته دنورو بوختياوو تر څنګ دکوربه هيواد کلتوری چاپيريال تر اغيزی لاندی په تيره بيا ماشومان اونوی ځوانان دخپل پلرنی وطن دفرهنګ او تاريخی ارزښتونو څخه واټن اخلې او ورنه بی خبره لوئيږی . له همدی کبله دی دپياوړی فرهنګپال ٫� �يکوال او سياسی شنونکې حبيب الله غمخور په مشری په سويډن کی دعلمی او فرهنګی مرکز کور ودان وی چی کله نا کله د داډول غونډو په رابللو سره ديوی خوا دلته د وطن نه ليری افغانانو فرهنګی تنده ماتوی او ځوانانو ته دافغانی ف� �هنګ وتلې څيری ور پيژنی او دبلې خوا ددغو کسانو په ژوند کی ددوی دخدمتونو په يادولو سره د درناوۍ کولو کلتور په رواجولو او پراخولو کی مرسته کوی . پدی لړ کښی دادی نن دهيواد د يوه بل متعهد خواخوږی او خوږ ژبی شاعر سره دزړه خواله کوو . هو ٫ زه پر بيباکه لار روان سرکښ او بی پروا شاعرعبد الوهاب ٫٫ سرتير ،، يادوم . دژوند ليک غټ ټکې خوئی دهرغونډ پرشا ليکلې او داسی تری ښکاری چی دکوچيانی ژوند رومانتيزم ئی په خټه کی اغښلې ځکه ئی نو دضدينو دمبارزی او وحدت دقانون سره سم دخوږو اوترخو يوه ګډوله يعني د څپو ژبه خپ� �ه کړی او داسی پری نازی : ما سرتير چی دڅپو ژبه دځان کړه هم خوږه ده هم ترخه ده هم رنګينه سرتير دپښتو شعر په بڼ کی يو ناڅاپه نوۍ راغ� �ۍ ميلمه ندی او لکه چی وايی : چی په پښتو ژبه هر ګل غوړيږی زما زړګۍ ورسره خپل غوړيږی په همدی خاطر ده په خپلو ګوتو هم پدی بڼ کی ګلان کرلې ٫ هريو ئی داوښکو په باران اوبه کړی ٫ بلبلان ئی ورته رابللې او دهغوی سره ئی سندری زمزمه کړيدی . دی باغ ته سرتير هره ورځ سروهی او غيرحاظری کول ورته ګناه ښکاری ځکه چی لوړه او سوګند ئی يادکړی دی . پدی اړه داسی دی اعتراف کوی : پرته می حاظری ده ددی هرګل په لمن کی د باغ سره می کړی دا قسم د ګل په پاڼو سرتير پدغه باغ کی دبلبل سره ديره دی سندری وايی دی هم اوس کم کم دګل په پاڼو څو کاله مخکی چی تازه په ډنمارک کی ميشت شوی وم ٫ يوه دوست می دسرتيردشعرونو دوه لومړنې غونډه ( څيری ګريوان ) او ( دکوثر جام ) راته امانت دلوستلو پخاطر راکړه چی دلوستلو نه می ډير خوند واخيست . کله چی می دغی نننۍ غونډی ته بلنليک دايميل په مټ ترلاسه کړ ، ومې غوښته هغه دوه غونډه دوباره تری واخلم او يو ځل ئی بيا په ځير ولولم ، له بده مرغه کوم چا هغه تری نه وړی وه او پلاس رانغلل . غونډی ته تر راتګ څو ورځی وړاندی می غمخور صاحب غم وخوړ او دسرتير يوازنۍ دريم غونډ ( دڅپو ژبه ) چی درلود ئی ، په پوسته کی راته راوليږی اوغواړم له کبله ئی مننه تری وکړم . که څه هم دده (سوې ډاګ ) ٫ ( چينې ) او ( سمندر ) ته لا زه تراوسه نه يم ور رسيدلې خونپوهيږم لامل به ئی څه وی چي ماته دڅپو د ژبی خوند دپخوانيو دوو غونډونو په پرتله لا زيات ښکاره شو . ښايی دابه پدی خاطر وی چی دلته دده دپرديسۍ ترمو اوښکو زما پرديس زړه نور هم را نرۍ کړ . که دځينو شاعرانو په شعرونو کښی دپيغام برخه تر شعری ښکلا درنده او په ځينو کښی بيا دښکلا برخه غوښينه وی ٫ خو زما په اند دسرتير د ( څپو ژبه ) سرترپايه ښکلا او پيغام دی . ده په رښتياسره هم يوه بيباکه لار په مخه کړيده . کله کله ئی دښکلو ترکيبونو په کارولوسره غزل ، څلورځی اونو� �ی ټوټی سره ګډی کړی وی او لکه څنګه چی پخپله اقرار کوی - چی څه ئی زړه غواړی هم هغه ليکې . سره لدی چی کله ناکله ځان د وزن او قافيی مقيد هم نه ګڼی خو داچی د ښکلۍ پيغام سره ئی د ښکلو ترکيبونو په غاړه کي دتخيل اميلونه زانګی نو هرڅه ئی شعر او هر شعر ئی خوندور راځی . دائی هم دښکلې پيغام يوه په زړه پوری بيلکه : بله ډیوه يمه رڼا در وړمه کورته دژوند اصلی مانا دروړمه زم ا تودوخه او رڼا ده پيرزو دغه رڼا می په هرچاده پيرزو که څه هم سرتير دڅپو ژبه لکه پخپله چی وايی دخوږوالې اوتريخوالې دگډون له خاطر غوره کړيده ٫ خوپه شعرونو کی تر هغه ځايه چی زم ا تر سترګو شويدی ، دڅپو ژبې له خوږوالې نه ئی زيات کار اخيستې او داسی ښکاری چی تريخوالې ئی ډير خوند نه وی و� �کړی . دڅپو ژبه که دپښتو ژبه وبولو ، نو سرتير ډير ښکلې ترکيبونه ان دتکرار په ډول داسی په مهارت کارولې چی وتکرار ته ئی دلوستونکې پام هم نه ور اوړی . ده تر وسه وسه کوښښ کړی چی پښتو مروجی کلمې وکاروی ٫ خو ددی سره سره دا وړه نيمګړتيا هم بايد په ګوته شی چی کله ناکله دی پداسی ځای کی دفارسی کلمو څخه کاراخلی چی ضرو� �ت ئی هلته کوټلې دلايل او منطق نلری . دبيلګی په توګه دی دلاندی دعا په مطلع کی وايی : بينا سترګی ٫ زړه مين راکړه خالقه ګويا ژبه د سخن را کړه خالقه د� �ته دفارسی ( سخن ) کلمه د پښتو ( مين ) کلمی دقافيوی ضرورت پربنسټ راغلی ده . پدی شک نشته چی پښتو او دری پخپلوکي دومره سره نغښتې چی يو دبل نيمګړتياوی پوره کولای شی . دشعر په مقطع اويا دپای خوا په بيتونو کی دقافيوی مجبو� �يتونو له مخی يو نيم وخت دفارسی کلمو کارول لږ وډير په پښتو شعرونو کی ليدل کيږی او تريوه ټاکلې بريده دمنلو وړخبره ده . لکه دسرتير د ( غم پيټې ) پنامه , لاندی غزل کی : سرتير په ه� �ه مرغۍ ډز نه کوی ډزپرهغی کړی چی له زاغه ښه ده دلته بيا ( زاغ ) چی پښتو ئی کارګه يا کارغه دی ، په مقطع کی راغلی ځکه نو � �افيوی مجبوريتونه پدی ځای کی تر يوی کچی پوری معقول عذر دی . مګر دشعر په مطلع کی دقافيوی مجبوريت يا ضرورت خب� �ه اصلا ځای نلری ځکه داخو دشعر پيل او لومړی بيت دی . که چيری دشعر دلومړی بيت په دوهمه نيم بيتۍ کی لا د اړوندی قافيی دپاره دپښتوکلمی پيدا کول سخت کار وی ، نوبيا په اسانې سره کولای شو دټاکلې قافيی څخه بيخی تير او صرف نظر ورنه وکړو . که داکار يعنی دقافيی ته تيريدل په مطلع کی يو ساده خبره ده خو په مقطع يا نورو دپای په بيتونو کی ستونزی رامنځته کوی او په اسانه ورڅخه تيريدلای نشو . دا ډول کلمی پخوانيو شاعرانو دوخت دموډ اورواج سره سم په پراخه پيمانه په وياړ سره کارولې او پدی سره ئی دخپلې پوهی لوړه کچه څرګندول ځکه هغه وخت د پښتوليکدود ژبه � �يره نيمګړې او وروسته پاته وه اما اوس چی له نيکه مرغه دپښتنی ژبپوهانو دزيار په مټ پښتو ژبه پرخپلو پښو د� �يدلې ده نوکه د داسي کلمو کارول دشعرښکلا ډيره بدرنګه هم نکړی ولې تخنيکې نيمګړتياوی ئی دپام وړ دی اونه ښايی په پټو سترګوورنه تيرشو. دسرتير په شعرونو کی ډيری ټولنيزی - سياسی او فلسفی موضوعګانی شته چی کيذلای شی دمختلفو اړخونو څخه وڅيړلې شی . تر هغه ځايه چی په ما پوری اړه لری ، زه نغواړم دمعدن پيژندنې ديوه ماهر په توګه دده دشعرونو دمختلفو اړخونو په شننه کی و ژور شم ٫ ځکه ډاريږم ددې سمسور بڼ په کڼو ګلانو کی به لاره رانه ورکه شی او له بلې خوا داکار وځانګړی څيړنې ته اړتيالری او دنننۍ غونډی دتنګ وخت له زغم نه ئی وتلې ګام بولم . - په پای کی دسر نه تير بيباک شاعر , عبدالوهاب ته اوږد فعال ژوند ٫ ګوتوته ئی لانور زور اود قلم څوکه ئی تيزه غواړم ! - دښاغلې دحبيب الله غمخور او يارانو ستړياوی ئی په درنښت ستايم ٫ پر هلو ځلو دی برکت وی ! په مينه او پيرزوينه . &nbs; p; & nbsp; &nbs; p; پوهنمل حاجی محمد نوزادی..................................دنجيې ليمې لنډه وينادلوي خدا په نامه ددوستانوپه اجازه ترهر څه وړاندي غواړم دغمخورصاحب څخه مننه وکړم چي پدې درنې غونډه کي ئې ماته دگډون ب� �نه راکړه .اغلواوښاغلو!دسرتير صاحب شعر مي اورېدلۍ،لوستلۍ اومنلۍ و،دده په هرټکي کښي مي دعظم دتوپان هسکه څوکه ،دهيلوراپرېوتل ،دغم-ښادی ،دآزدی زولنې اودبې وزلی ټغر ليدلۍ و،خوسرتير مي نه ووليدلۍ. پرون مي د� �ومړ ځل لپاره وليد.کوټه (سالون) دافغانانوپه پرتله له بهرنيانوډکه وه،دغه دنگ،لوړسړي ته په يو وارچوکۍ اومکرافون واړه وبرېښېدل .ده خپل شعر پيل کړ، ږغ يې تالار ولړزاوه، سرتېر شعر نه لوست، دا ټکي نه و، دا نظم نه و ، ما د يو افغان ، د يو پښتون چغه اورېده، چې مرګ ته غم ته نه تسليميږي، غم او مرګ يې په ګونډو کړی او پر خاندي .تالار لړزېدی، سويډنيانو، ايرانيانو، پولنډيانو او نورو بهرنيانو ته مې وکتل ژباږونکي خپله ټوله هڅه کول چې د شعر مفهوم ورسوي ، خو پر نيلي آس سپور سرتېر دومره ګړندی و چې ژباړه يې نه کېدل . بيا مې د بهرنيانو څ ېرو ته وکتل د هغوی سترګې ځلېدی، هغوی ددغه مست روح د نڅا ننداره کوله، هغه يې وليده ، د ژوند جوش يې وليد، د س� �تېر سرتېري يې وليده. په ووياړېدم، مسکۍ شوم او د ځان سره مې وويل : که داسې خلک وي وطن به جوړ شي . خوښه شوم چې له نږدې مې سرتېر وليد، اوس د ده په دغو ټکو کې د هغه څېره ليدای شم .سر پسې څه ګرځې احساس مې ګورهستوری به نه يمه خو پاس مې ګوره درد مې سندره کړه په يا يې اورمد لېوني زړګي بړاس مې ګوره ستاسو له توجه نه مننه ........................................محترم غمخور صاحب! په دسويډن کي دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز درنو غړو!ستاسو ئې کور ودان چي د علمي، فرهنګي او ولسي شخصيتونو د درناوی په لړ کي چي کله نا کله دسويډن دافغانانو دعلمی اوفرهنگی مرکز لخوا ستاسو غمخور صاحب په نوښت او درنښت، تر سره کيږي،دا پلا دپياوړي خوږ ژبي ولسي شاعر او سپېڅلي فرهنګي شخصيت ښاغلی عبد الوهاب سرتېر ته مو د درناوی دغه غونډه ترتيب کړېده . ستاسو د اخلاصمندۍ نه هم مننه چي د سر تير صاحب د ادبي خدمتونو د يادوني او د هغوی د دشپېتم پسرلی د رارسېدو د لمانځني په وياړ مو ماته هم بلنه راکړېوه چي په دې غونډه کي برخه واخلم . په خواشينۍ سره ما د صحي معاذیرو او کورني مصروفیتو په وجه و نکړای سوه چي ستاسو په دغه پرتمينه د ښه نيت غونډه کي ،برخه واخلم او د نيژدې نه ستاسو خوږو دوستانو سره د پېژندګلوی وياړ ولرم . يقين دی چي په دغه غونډه کي به د محترم سر تير صاحب د فرهنګي او ادبي کارو قدر او درناوی به څرنګه چي ښايي ، هغه به پر ځای سي .په داسي حال کي چي وطن مو دا زموږ د آرمانو ورانه جونګړه د پردوپه بمباريو کي سا کاږي . بچيان مو، ميندي، پلرونه، ناوياني او زومان، تنکي ځوانان مو په خپلو کورنو کي تبه کيږي . خوښۍ يې په م اتم اوړي . پر افغانانو او پښتنو باندي د ټروريسټانو او طالبانو ټاپه لګول کيږي، د علم او معرفت دد ښمنانو په حيث معرفي کيږي، نو دلته يا هلته چي ستاسو غمخورانو په څير د مېړنيو افغانانو په مړانه، زموږ دوطن د سپېڅلو ع� �مي، فرهنګي، ادبي او ټولنيزو شخصيتو د هڅو درناوی او قدرداني کيږي، نو دا يو پر ځای، ښه او مسؤلانه دود دئ .په داسي حال کي چي د پردو لاسوهني زموږ افغانانو د ژوند ښارګونه را کښېکاږي . د ملت پر مادي او معنوي هستيو مو لويه سوداګري را روانه ده ، د هر غل څخه اتل جوړيږي او د هر وطن پلور پر مخ د وطنپاله پرده غوړيږي، هر تورمخی سپين مخی معرفی کيږي د هري خوا د شيطنت ډنډورې وهل کيږي . نو دلته يا هلته که زموږ د مېړنيو،د وطن د سپېڅلو سرتيرو، د وطن د خوږمنو زامنو، دوطن د وتلو خدمتګا� �انو، د افغانانو د علم او معرفت د لارويانو، د ادب او فرهنګي ټولنيز کارنامو مخکښانو درناوی او يادونه کيږي، د داسي هڅو قدر داني او ستاينه ،هر کله او هر څوک چي کوي، نو د هغو دي د مور شيدې سي .تاسو غمخور صاحب ته ،د ولس په غم غمجن او د انسانيت د ښېرازې دلاري ارمانجن، د لوړو خيالاتو خاوند د پښتو شعر سرتير، محترم عبد الوهاب سرتير صاحب دفرهنګي او ادبي کارو د يادوني او درناوی په وياړ د داسي يوې غونډي د جوړېدو په هکله يو ځل بيا مبارکي وايم او د غونډي درنو او قدرمنو برخه والو ته خپل د ميني او ارادت نيکي هيلي وړاند ي کوم . خوږ ژبی ولسي شاعر ښاغلي سرتير صاحب ته د اوږ د ژوند او لا زياتو برياوو غوښتونکی يم . په وطن کي د کرکي او جګړو د امحاء اوستاسو او ټولو دردمنده افغانانو د کاميابه راتلونکي په هيله .په درناوي هدایت الله هدايت اسټرليا – ۲۰۰۸/۹/۱۴..........................دافغان نامتو شاعر وهاب سر تير په وياړجوړي شوی درنې غونډي ته دسلام فرهنګي پيغامپه سويډن کې دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکز په نوښت د هيواد د وتلی خوږ ژبی شاعر ښاغلی وهاب سر تير په وياړ د درنې غونډي ګډونوالو ته د زړه له کومی مبارکی وايو. هيله من يو او باور مو دا دی چي د دی غونډي په ترځ کي به د هيواد د نامتو شاعر ښاغلی وهاب سر تير د پنځونواو تخليقونو په اړه په زړه پوري ارزوني ، څيړني او شنني د پښتو شعر مينه والو ته وړاندي شي .دشعرنړۍ د تخليق نړۍ ده ؛ حد او خنډ نه لری؛ پنځول يې نوښت دۍ او د اولسونو په منځ کي منل او يا خپلول يې د نوښت ګر درنښت؛ دا نوښت او بيا په اولسونو کي درنښت د هر چا په برخه کي نه وي . يوازی هغه څوک دې مقام ته رسيدلای شي چي الهامی برلاسۍ او پنځونی يې د زړه له تله پاڅي او د زړونو پر سر د رڼو بارانی څاڅکو په څير د زړه للمو ته ورسيږي . ريدي او غاټولو ته ژوند ورکړي ،کمبلۍ په نڅا راولی او د بلبلانواوازونو ته خوند وبخښي . له نيکه مرغه وهاب سر تير يو له هغو پښتنو شاعرانو څخه دۍ چي زموږ د هيواد والو په زړونو کی يې دا� �وړ دريځ ګټلی، هم يې په خپلو شعرونو د هيوادوالو زړونه خپل کړي او هم يې د ناندريزوستونزو پټ رازونه را برسيره کړيدي .سلام فرهنګی ټولنه په سويډن کي د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز مسولينو او م� �ستندويانو ته د دی ستري غونډي د جوړيدلو مبارکي وايي او د دی غونډي د ګډونوالو لپاره دبشپړ بري هيله څ� �ګندوي . په پښتني مينه او د� �نښت &nbs; p; د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب پوهنوال رسول باو� �ي١٩ \\ سپتمبر \\ ٢٠٠٨..............................پيغام دافغانستان دپياوړي شاعر اوف� �هنگی شخصيت دشپېتم پسرلۍ درارسېدوپه مناسبت ددې ادبی غونډي درنو برخه والو،اغلو اوښاغلو!ماته دډيروياړځاي دی چي پسله کلونويوځل بيا دکابل په پوهنتون کښي دخپل گران استاد پوهنوال دوکتور عبدالخالق رشیدچي اوس په هندوستان کي دجواهر لعل نهروپه پوهنتون کښي دپښتو ژبې استاد اوهلته په هند وستان کي دافغانستان داسلامي جمهوريت په سفارت کښي دکلتوری چارو رئيس لخوا رالېږل شوی پيغام دهغه په استازيتوب ستاسو حضورته وړاندي کړم .نوی ډيلي هندوستانداگست ۲۰۰۸ م کال داگست ۲۳ مه په مالموکی د پښتو دمعاصرشاعر عبدالوهاب سرتیر د شپیته کلنی درارسېدوپه وياړدقدرداني غونډې ته ګرانو دوستانو او دسرتیرصاحب دشعرمینه والو! دافغانستان داوسنی شعر په وده کی یوه خورا مهمه او دیاونی وړ دوره ، هغه دوره ده چی زموږ په حساب د روانی لم ریزې پیړې دشپیتموکلوله وروستیو څخه یې پرپښتو شعري بهیرکی ځانګړی ځای او اغیز غوره کړ، په دغه دوره کی یوشم ییرداسی شاعران راوپړکیدل چی دوی داستوګن ادبی بهیر (هغه ادبی بهیرچې په افغانستان کی دننه د ودې په حال کی و) په برخه کی دمقاومت ځانګري ستوری شول ، په دې مانا چی دغو شاعرانو په دغه شعري بهیرکی دمقاومت داسی هنګامه رامنڅ ته کړه چې له هیځ ډول باندنی واک او ځواک سره یې نه پټه درلوده او نه ښکاره ،همداده چی اوس موږ به سر� �وړې سره ویلای شو چې دافغانی مقاومت شعر هغه برخه چی په هیواد کی دننه رامنڅ ته شوه داوسنی پشتو شعرد ودې په تاریخ کی دپاملرنی وړ څپرکی بلل کیږي . سرتیرصاحب په دغه بهیرکی یوداسی شاعرو چی د یوه پوره روڼ اندی افغان شاعر په توګه د آزادې غږ اوچت کړ، په یوه نګه مترقی اروا یی شعر ووایه او په دغه تګلاره باندی له ځانګړی کمیت او کیفیت سره پرمخ لاړ ، دده یوه لویه ځانګړنه داهم وه چې دشعرویلو دښي انطباع لپاره یې په زړه پوره او ښه زمزمه هم له ځآن سره درلوده ، چې ددغی ځانګړتیا په لرلو سره دی په خپل وخت کی بی ساری و. شعریی داوسنی شعرپه ټولو وړتیا وو باندی برابر او ښکلاییزي رنګارنګۍ د افغانی طبعیت اوسایکولوژې په سمبولیکو رمزو باندې پسولل شوې دي . او درښتیني پښتو ن احساس په زړه پورې استازيتوب کولاي شي . زه دپښتو ادب دیوه لاروی په توګه دومره ویلای شم چی سرتیر او دهغه شعر زموږ دپښتنی احساس داسی یوه ځانګړې هنداره شوه لکه دری لسیزې دم خه پښتو ادب ته یو شمیرنومیالیو شاعرانو ورپه برخه کړې وه ،زما ځواني ډول کوی له پښتنوالي سرهزه په پښتو او پښتنواله باندې سر ورکوم او په پای کی زه هم په خپل وار ګران سرتیرصاحب ته دده دشپیته کلنی په درشل کی دده د ویاړونو له امله مبارکی وایم او له پاک خدایه هیله کوم چې د ژوند کاروان یې د شعر له درنی هنګامی سره په خوند او رنګ سره ترشپیتو وروسته په کیسو شي .په درنښت پوهنوال دوکتور عبدالخالق ر� �ید دکابل پوهنتون استاد ، نوی ډیلی ، هند ...............................که دسرتير په خوله څوک لاس کښې نه ږ دي لدې کوچي خان نه بلبل جوړېږينظيف الله تکل لندن د۲۰۰۸ کال دسپتمبر ۱۴ مهغواړم دښه شاعر سرتير صاحب له همدې رومانتيک بيت څخه خپل خبري پيل کړم.زه پدې باور يم چي شعر دهنردلويي ونې يوه څانگه ،اودټولنيز فرهنگ يوه برخه ده .خو ښه شاعر بياهغه دی چي دولسونودزړونو په رباب نغمې وترنگوي .کله چي سړی دسرتير نوم اوري سړي ته حماسه اورزم ورپه زړه کېږي .خوکله چي سړۍ سرتر ويني اوله نژدې ورسره خبري وکړي ،نو بيا سړي ته مينه ،محبت ،صمېميت ،صداقت اوسپېڅلتيا وربخښي .که څوک دادوه متضاد توکي يوځاي ليدل غواړي نو بيادي دسرتير صاحب شاعري ولولي . چي هم پکي حماسه شته اوهم پکي مينه اوصمېميت . ښه خبره خو داوه چي له تاسوسره مي پدې درنه اوپر تمينه نمامځ غونډه کي اوږ په اوږه برخه اخيستې واي اودسرتير صاحب سره مي چي زما شخصي دوست هم دی اودسرتير پر شعر مي اوږدې خبري کړي واي، خو داروپا اوپه ځانگړې توگه دلندن مصروف ژوند سړۍ دزړه غوښتلوته نه پرېږدي . دشپږوشعری ټولگودا لرونکي شاعرتر ډيره له ياده وتۍ اوهير وو. زه دسويډن دمالمو په ښارکي دافغانانو دعلمی اوفرهنگی ټولني دمشرتابه دې پر ځاي نمانځنې تائيدکوم اوښاغلي سرتير صاحب ته دهغه ددزوکړي د� �پېتم کال درارسېدومبارکي وايم . اودلوي څښتن له دربارنه ورته داوږد ژوند هيله کوم . په د� �نښت.........................دمینی پیغام ګران قدرمن سر تیر صاحب ته خپل د مینی او پیرزوینی دګلانو ګیدی � �الی کوم .ډیر خوشحاله یم چی دپښتنی ادب مینان نن خپل یوه دروند شا عرته دخپل ارا دت دستر خوان غوړوی. هغه څوک چی دادبیاتوسره سر اوکار لری او یا هم په خاص ډول د پښتو دشعر او آدب سره مینه لری ممکنه نه ده چی ددی ببر سر او لیونی شا عر سره آشنا نه وی، دده شعر یی نه وی لو ستلی ، او دده شعر څخه یی خوند نه وی اخستی .زه هم لکه هر بل افغان هغه له پخوا پیږنم دده دشعر سره له پخواڅخه شنا یم او دا ویاړ می هم درلود چی ځینی شعرونه یی مخکی له دینه چی بل څوک یی واوری واو رم . زه شخصا شعر ته کوم خاص تعریف نه لرم هر هغه کلام چی شاعر سره پیلی وی هغه اورم او یا یې لولم . اول دشعر یو یا دوه فرده کا فې دې چی تصمیم ونیسم چی شعر تر پایه ولولم او که یا ؟ که چیری می ذهن دا اجا زه را کړه چی هغه ولولم بیا یی تر پایه لولم، په ډیرو حالا تو کی دې ته اړ کیږم چی هغه بیا بیا ولولم او بیا یې حافظی ته وسپار م . نوزما لپاره بهترین تعریف د شعر لپاره همدا دی چی یو څوک اړ با سي چي هغه تر پایه ولولی او یا هم ټوله شعر یا څو فرده و حافظی ته وسپاری اوبیا یی دنورو سره شریک کړی او یا کله کله هغه دځانه سره زمزمه کړی ،او خوند پر وا خلی . اوخوند هغه وخت ترې اخستل کیږی چی په هغه کی یو مفهوم پروت وی، ښکلا پکښې وي او یا هغه څه پکښې وی چی زما لپاره نوی وی .... دا چی بیا څوک کښېني دهغه سیلا بونه حسابه وی ، په عروض یی ارزوی او داسی نور... زما لپاره ډیر په زړه پوری نه دی . نوزما په آند ښه شعر هغه دی چی اول خو دزړه څخه راوتلی وی ،دهغه بیان په نثر کی ممکنه نه وی او پر زړه باید کښینی ... زه په جرات دا ویلاي سم چی د ګران سر تیر ډیرشعرونه ددغه ټولو صفاتو خاوند دي،عمیق فلسفی افکار،ښکلي تشبیهات،خواږه کلمات اودکوچنی انسان دحالاتوبه زړه پوری انځورونه . بخته بدرګه می که جانان ته ځم سوی په اور ډاګ یمه .... ; سر تیر دی را ته ژوندی وي، قلم دی یې رنګین.بس همدومره عبدالواحد نظ� �ی........................................ ســلا م ســــرتیرمیهـن هـرکجــا ئِِي ا مـــید ســـلا م مـــــا علـیک نمـــا ئي ا صـغـرع� �با د ي من که ا زجمـله صـد ها شا گرد آ موزگا رپا ک نفس ؛ بی تعصب ، خوش بیــا ن وخوش ق� �یـا فـه ا ستا د عـبــد ا لـوهــا ب سـرتیرمیبا شم ، برگـذ ا ری محفل وگرد هما ئي ( تجلیل و بزرگد ا شت ا زکا رک� �رد هـا ی ا د بی بخصوص شـعر و شصتمین سا لروز تولـد شا ن ) را ، حضورا سـتا د گرا می وهـمه ي د وسـتد ا را ن شعـرو ا د ب تبریک عرض کرد ه ، د رحا لکه زحما ت برگذ ا رکنند گا ن محفل را می سـتا یم ؛ فـقط میخوا هــم با کما ل ا د ب وبد ورا زهرنوع تعصب بگویم:ا ســتا د ســـــرتیر، ســرتــــیـرهــــــمه بـود ه ،هست وخوا هد بود نه یک زبا ن خا ص. ا سنا د سرتیر د ر دورا نکه د رلیسه عا لی حبیبیه تد ریس مینمود ند ، به شا گ� �د ا نش که ا زنقا ط مختلف کشوربود ه وبزبا نها وا قـوا م مختلـف وبهـم برا د روطن عزیزتعـلق د ا شتنـد ،همی� �ه د رپهلوی تد ریس ا د بیا ت پشــــتوما نند هرا را ن آ موزگا ر د یگر وطن، د رس صد ا قت ، برد ه با ری، ا عتما د به نفس ، وطن د وستی وا نسا ن د وستی را میآ موختند . هیچگا هی تعصب ند ا شته وبا شا گرد ان مسلم ، ا هل هنود ، شما ل وجنوب ، شرق وغرب د رحا ليکه ا زا توریته وا نظبا طخا صی برخورد ا ربود ند ، را بطه ی بسیا رمحکم ، نزد یک ود وستا نه د ا شتند .ا ستا د سرتیرد رحا لکه به محل تولد ، زبا ن ، وطن وهموطنا نش عشق وعلا قه د ا شته ود ا رند مگرجها ن را خا نه مشترک همه ی ا نسا نها د ا نسته ، به ا نسا ن وچها ن عشق ورزید ه ، تعلقشرا به جها ن وا نسا ن ا برا زمید ا رد ، نه به یک قوم ، منطفه ویا زبا ن خا ص . شعربزبا ن پشــــتوسرود ه شد ه وبه ی� �ین که ترجمه ، آ ن کیفیت وا صا لت را که ا صل سرود ه د ا رد د ربر ند ا شته که ا زین با بت ا زهمه بطورعا م وا زا ستا د سرتیربطورخا ص ، معـذرت میحوا هم . شعـرا زسا یت ورین ( ا فغا ن جرمن آ نلا ین ) که با زند ه گی ن� �ا مه فـشرد ه ا ستا دســرتـیر به همت شا غلی ( حــبیب ا لله غمخوا ر) نشرگرد ید ه ، ا نتخا ب شد ه ا ست . عـبا د ی &nb; sp; یـوجـــهـا ن یـوا نســــــا ن مــن ا زجـــهـا نم وجــها ن ا ز م� �ن مــنم مجـنـون اوهستم -- اولــــیلا ی مــنمرد م جها ن . . . همه مرا بـرا د را ن من ا ندزنا نش ما د را ن من -- وبزرگا نش پد را ن من ا ند همین مـرد م . . . وجود م را تشکیل میدهند ا ین ها ا ند که من هــستم -- وهمینـــا ن وجود م را تشــکیل مــدهند جــها ن فا رغ ميخوا هم ازم صیبت ها . . . وزند گی ا نســـا ن مصون – از هرآ فـت ها ا ین جــها ني قشنگ ماپاک ومقبول خوب است ا زگردوغبارجــنگ – دامن اوتکانده خوب است نــنامـم بـنـا مـها ی مختلف خود را من یک آ رمــا ن د ا رم یک ا نــسا ن هـــــستم من -- ویک جــها ن د ا ر م زمین را تخت خویـش و ا ســـما ن را لــحا ف خوا نـــم ا زین سـبب فرض ميدانم -- نگهــد ا ریــش چـــــرا ؟ بـر ا ی ا یــنکه، مــن ا زجــهـا نـــم وجـــهـا ن ا زمـــن مــــن مـجــنون و ا یـن لــــــیلا ی مـــن ebadi.asghar@hotmail.com &n; bsp; ............................دافغان استرليادبشردوستانودټولنې اوددوست اواز راډيودمشرتابه جرگې پيغامدلوي څښتن په نامه په سويډن کي د افغانانو علمي اوفرهنگی مرکزمشر تابه جرګي غړو،اوددي پرتمينی غونډي برخه والو!په زياته خوښۍ مو خبر تر لاسه کړ چي ستاسو دفرهنګی ټولنې په زيار او ابتکاراودښاغلي حبيب الله غمخور په هلو ځلوسره مودپښتوشعر سرتير پياوړۍ اوتکړه شاعردافغانستان ادبي اولوړ � �خصيت عبدالوهاب سرتيرپه وياړ مو دشانداره غونډي دجوړېدو بند وبست کړی .دپښتو ژبي دوتلي شاعر ،اديب اوسياستوال عبدالوهاب سرتير نمانځ غونډي درنو برخه والو!اجازه راکړئ چي ددي پيغام په مټ ستا سوپدي پر تمينه غونډه کي راټول شوو درنواو دقدر وړ فرهنګيانو او فرهنګپالو ته د ځان او دلته په استرلياکي د افغان استراليادبشردوستانوټولني دمشرتابه جرګي ،ټولوغړو اودپرديسو افغانانو تاوده سلامونه اونېکي هيلي وړاندي کړم .زموږ دټولني مشر تابه جرګه او ټول غړي ستاسو پدغه فرهنګي لويه غونډکي ځانونه شريک بولي او ستاسو دټولنو مشرتابه اوفرد فرد غړي ته ددي درني غونډي دجوړېدو له امله په وطني او افغاني مينه دمبارکۍ په ويلو سره دلوي خداي له دربارنه ددي غونډي دبريالي پاي ته رسيدواوتاسو ته دلازياتو فرهنګی برياوغوښتنه کوي . د دي ټکي په پام کي نیولوسره چي دهرعلمي اوفرهنګي شخصیت د کا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د صادراتو د پياوړتيا په موخه غونډه جوړه شوه", "output": "د افغانستان د صاداراتو پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو د ارزونې او بربنډ لو په موخه نن د سوداګرۍ وزارت لخوا د افغانستان د صادراتو د پياوړتيا � �پاره دويمه ملي غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د هيواد له ټولو ولايتونو څخه څه د پاسه شپږ سوه صادرونکو سوداګرو ګډون کړى وو. دغه غونډه د هيواد د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د صادراتو د پراختيا ادارې لخوا د حکومت د اوړندو وزارتونو سره په همغږۍ او د ټولو ولايتونو د صادروونکو سوداګرو په غوښته د هيواد د صادراتو د بهير په وړاندې د خنډونو او ستونزو د حلولو لپاره په لاره اچول شوې. په دغه غونډه کې د ماليې وزير وويل د صادارتو په پياوړي کېدو کولى شو خپل اقتصاد پياوړى کړو. نوموړي وويل: که څه هم زموږ اقتصاد ورځ په ورځ وده کوي خو دغه وده د بهرنيو هيوادونو په مرستې ولاړه ده. که چېرې بهرنۍ مرستې په افغانستان ودرېږي نو افغانستان به له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان شي نو له دې امله بايد موږ د خپلو توليداتو صادرات پياوړي کړو. همدارنګه په دغه غونډه کې دهيواد يوشمېر صادرونکي سوداګر وايي: تېر کال هم داسې غونډه د صادراتو د ښه والي او د ستونزو د حلولو په موخه جوړه شوې وه چې څه نا څه ځينې ستونزې حل شوې وې. ويل کېږي ددغې غونډې په لومړي سر کې د صادورنکو سوداګرو تر منځ د ستونزو د مطرح کولو او بربنډ لو په اړه خبرې اترې کېږي او له دې وروسته به د دولتي چارواکو تر منځ د دغو ستونزو د حلولو لپاره د عملي لارو چارو د پيداکولو په موخه پرېکړې وشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پكتيا: ۸۲ كلنې شخړې ته د پاى ټكى كېښودل شو!", "output": "د غه شخړه چې په كال ۱۳۰۳ كال كې د درې � �ومونو (سلطان خيل، ښاخيل او پړانګيو) تر منځ د غره پر يوه ځنګله رامنځته شوي وه، كم له كمه ۸۲ كاله يې دوام در� �ود ، چې د هري دورې حكومتونو د دې د ختميدو هڅه كړې او په لس ګونو جرګې پرې شوي وې، ولي ناكام پكې راغلې وو.همدا � �از تر دې دمه په دې شخړه كې ۴۵ له دريوو اړخونو مړه او څه دپاسه ۴۰ تنه ټپيان شوي هم دي.خو له نيكه مرغه د س� �اكار وزير او پكتيا والي الحاج جمعه خان همدرد په هڅو باندي دغه جوړه وشوه او نن يې رسماً د غه پريكړه اعلان � �وه.په دغه روغه جوړه كې د پكتيا ولايت يوناما، امنيه قومنداني، ولايتي شورا او قومي مشرانو په خپل وار م� �ستي كړي دي.د پايلې په غونډه كې چي نن د ولايت دمقام د غونډوو په تالار كې جوړه شوي وه، د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد داسي وويل : د پل، پلچك، سړك او فزيكي تاسيساتو جوړول آّسان كار دى، خو مهمه داده چې نن مونږ � �ومونه سره جوړوو او دا ورځ يوه تاريخې او نه هېرېدونكې ورځ ده .غونډه د لنګوتو په وركړي او د دعايې په ويلو سره پاى ته ورسېده.بايد يادونه وكړو چي په دغه بهير كې د پكتيا والي له دواړو اړخونو څخه ۸ تنه بنديان كړي وو چي د دغې پريكړي په كولو سره هغوى هم آزاد شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رمان او ناول د اسلام له نظره", "output": "محمد حسن حقيار ٢٢ وری ١٣٨٤ لمريز رمان او ناول داسلام له نظره که دنړۍ تاريخ ته وګورو نو وينو چې،الله (ج) دا کائنات رنګين پنځولي دي ٠ دفطرت هره پديده ښکلې ده٠ يه هر باغ او چمن ،دښته او غره کې دالله (ج) دفطرت دکرشمو انځورونه وينو٠او داهم جوته ده چې،الله (ج) انسانان هڅولي دي چې، له دې ښکلا څخه خوند واخلي ددې رنګينې نړۍپه خوږوالي خپله خوله خوږه کړي څرنګه يې چې، ددې رنګينې نړۍاو په کائناتو کې له پرتې ښکلا څخه خوند اخستل روا کړي دي همدا راز يې ددې جمال او ددې جمال دپنځوونکي دجلال ستاينه هم روا کړې ده آن دا چې ،خپل بنده ګان دې کارته هڅوي هم او ددې ښکلاګانو دستاينې لپاره تر ټولو ښه موزونه ژبه دشعر ، خيال، رمان او داستان ژبه ده يو ليکوال کولى شي چې،ديو عادي وګړي په پرتله داطبيعت څو چنده ښکلى انځور کړي کوم تصوير چې،يو شاعر او ليکوال له دې فطرت څخه اخستلى شي بل څوک يې نه شي اخستلى٠ دا هم څرګنده خبره ده چې،شعر ډېر باريک فن،موشګافي ،علو او غلو يا په بله ويناپه انځورولو کې ډېر افراط ، وړاندې تلل او لوړ پردازي ده په رمان، داستان، شعر، لنډه کيسه او ناول ټولو کې ځينې وخت له ليکوال څخه مبالغه کېږي، يوه سوژه ورته پېدا شي او بيا ليکوال هماغه سوژه غزوي ، له ځان څخه کيسه جوړوي همدا راز دکيسو ، شعر او مقالو ژانرونه هم بدلون مومي ٠ څو کاله وړاندې چا آزاد يا سپين شعر او هايکو نه پېژنده خو نن هغه دى دود ګرځېدلي دي٠ ښايي دنورو ملتونو او مدنيتونو په ادبياتو کې داسې چوکاټونه وي چې ، تراوسه هم ورسره مونږ بلد ونه اوسو نو ايا شعر ، داستان ، ناول ٠٠٠دپورتنيو صفاتو او ځانګړنو په پام کې نيولو سره روا ده او که نه٠ که دې پوښتنو ته لنډ ځواب ورکړونو ښه دا ده چې، ووايو شريعت دمضمون فورم ته نه ګوري اسلام دادبياتو دژانرونو دچوکاټونو سره کار نه لري څه شى چې، په اسلام کې مهم دى او حساب پرې کېږي هغه منځپانګه او محتوى ده ٠ ښه محتوى رغنده منځپانګه، ګټور مضمون که په هرچوکاټ کې وليکل شي نو روا او ښه بلل کېږي ناوړه وينا، ټولنې ته زيان رسوونکې ليکنه هغه وينا چې، دوګړنيز او يا ټولنيز فساد او انحراف لامل ګرځي هغه که په هر فورم کې وي شعر وي که نثر، ناول وي او که رمان ٠٠٠ناروا او بد کار بلل کېږي٠ اسلا م وايي چې ، ادب او هنر بايد ژمن وي ، يوه سپېڅلې موخه او يو ګټور ارمان ولري ٠ اسلام چوکاټونو ته نه ګوري ، هدف او منځپانګې ته ګوري٠ اسلام نوښت ستايي عربانو ډېرپخواڅو بڼيز او څو قافيه ايزشعرونه منځته راوړي دي ٠ موشحات يا څو بڼيز او څو قافيه ايز شعرونه دهماغه وخت لاس ته راوړنه ده همداراز له اسلام څخه وروسته يې هم ډېر ادبي سبکونه لکه ازاد شعر، خيالي او رماني کېسې او ناولونه راوپنځول چې، په ادبي سبکونو کې يې مقامات، او په خيالي او رماني ناولونو کې دابوالعلاءمصري ( رسالةالغفران)او( الف وليلة) يا زر او يوه شپه او په ژباړه کې دابن مقفع( کليله او دمنه) يا کليليکادومنيکا ديادونې وړ دي ډاکټر علامه يوسف قرضاوي ليکي:((په اوس وخت کې مونږ هم کولى شوڅومره مو چې، وس وي ادبي ژانرونه راوپنځوو،دخپلې ګټې شيان لکه لنډې کيسې ، رمان ،ډرامې ،تمثيلي پارچې ٠٠٠دنورو له ادبياتو راوژباړو)) لکه چې، و مو ويل اسلام دا ټول مني، هڅوي يې وړاندې مو هم وويل چې شعر دافراط او تفريط ژبه ده په ستاينه او غندنه دواړو کې د شعر خپله ژبه ( له حد څخه وړاندې تلل) کارول دي خو بيا هم په خپله رسو ل الله(ص) ډېرو صحابه و،تابعينو، تبع تابعينوشعرونه ويلي دي٠ شعر يې ددليل ،شاهد او سند په توګه وړاندې کړيدى٠ حضرت علي( رض)حضرت حسان،حضرت عبدالله ابن مبارک(رض) امام محمد ابن ادريس شافعي( رح)او ډېرو نورو لويانو شعرونه ويلي دي رسو ل الله (ص) فرمايي : ١: ((ان من الشعر حکمة)) يعنې :(( رښتيا چې په ځينې شعر کې حکمت وي)) ٢: ((ان من البيان سحراً)) يعنې :((رښتيا چې په ځينې بيان کې سحروي)) ٣: ((ان من البيان سحراً وان من الشعرحکماً))يعنې: ((رښتيا چې ، په ځينې بيان کې سحر او په ځينې شعر کې حکمت وي)) دا چې په شعر، کيسه او رمان کې ځينې وخت داسې څه ويل کېږي چې،په حقيقت کې نه وي واقع شوي نو آيا دا دهماغو دروغو په ډله کې نه راځي چې، اسلام حرام ګرځولي دي٠ ډاکټر علامه قرضاوي وايي چې: ٤: (( نه ،دا دحرامو دروغو په ډله کې نه راځي ځکه چې،لوستونکى او يا اورېدونکى په دې پوهېږي چې ، څه ليکل شوي او يا زه څه لولم اويا اورم نودا په عمل کې واقع شوي نه دي[ داهسې يوه سوژه ده يعنې لوستونکى پرې نه غوليږي] دا دهغو ويناګانو په څېر ده چې، د حيواناتواو الوتونکو له ژبې روايت او رانقل شويدي نوځکه دا دهنري پنځونو په ډله کې راځي ٠ الله (ج)د قرآن په نمل سورت کې دمېږي او هدهد ( ملا چرګک) دوينا روايت کوي او دهغوى خبرې يې رانقل کړې دي دا په حقيقت کې دهغوى دخبروتعبير، مفهوم او يا ژباړه ده چې مېږي او ملاچرګک په هغه وخت او هغه ځاى کې له سليمان (ع) سره کړې وې او کټ مټ هماغه الفاظ او هماغه ژبه نه ده ځکه چې ،دې دواړو هېڅکله هم په دومره فصيحه، روښانه او روانه عربي لکه څرنګه چې په قرآن کې روايت شوي خبرې نه دي کړي نو په ناول او رمان کې هم ليکونکى هماغه الفاظ ليکي چې ، ويونکي په احتمالي ډول په هغه اصل ځاى کې ويلي وي٠)) نو ويلى شو چې ،دا دروغ له هغو زيانمنوونکو دروغو سره توپير لري ځکه چې دا يو تميثل دى او بل داچې ،لوستونکى او اورېدونکى پرې درښتياو باور نه کوي او ښه پوهېږي چې، موضوع حقيقت نه بلکې تمثيل او خيال دى او کله کله داسې خيالونه او له ځانه جوړې شوې کيسې دولس داصلاح لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي، دموضوع ليکونکى ،اورېدونکو او لوستونکو ته يو درس ورکوي٠ له عبرت څخه ډکې کيسې ورته وړاندې کوي چې ،که څه هم خيال وي خو چاته تاوان نه کوي بلکې، ګټه يې ډېره وي او په شريعت کې خو په ځينو هغو ځايونو کې چې، دروغ ټولنې او وګړو ته تاوان ونه لري بلکې ورته ګټه ولري ، داصلاح لامل شي ،دشر او فساد دورکېدلو، دسولې او ثبات دراتللولامل ګرځي روا دي ٠ که يو څوک داسې يوه کيسه له ځانه جوړه کړي چې ، چاته په کې زيان نه وي دټولنې او شخص شخصيت ته تاوان نه وي خو له پند او عبرت څخه ډکه وي او خلک سمې لارې ته رابولي نو ولې به حرامه وي؟٠ ٠ ماُخذونه (١) متفق عليه (٢) متفق عليه (٣)بخاري ، احمد،او دامام مالک موطا) (٤)الاسلام والفن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د یو مومن مسلمان لپاره د کامل ایمان اویا نخښي", "output": "عن ابې هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم الايمان بضع وسبعون شعبة فافضلهاقول لاله الاالله وادناهاامامة الاذی عن الطريق والحياءشعبة من الايمان (متفق عليه )ترجمه :دابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :دايمان څواوياڅانګې دې ترټولولوړه څانګه ئې په زړه اوژبه ددې خبرې اقرارکول چې له الله تعالی پرته بلڅوک دعبادت لائق نشته ۔اوترټولووړه څانګه ئې دلارې څخه دتکليف ورکوونکې شې لرې کول دې اوحياءهم دايما ن څانګه ده(بخارې اومسلم) تشريح :په دې حديث شريف کې راغلې دې چې دايمان څواوياڅانګې دې اوپه بل روايت کې څوشپيته ښودل شوې دې ددې تطبيق داسې دی چې کله تفصيل شوی دې چې هره يوه جلاشمارل شوې ده اوکله ئې بعضې په نوروکې داخلې کړې دې ؛په دې حديث کې درې شعبې دايمان بيان شوې دې چې يوه ئې اعلی ده چې قول دلااله الاالله دی. قول کله په معنی دوينااوکله په معنی داعتقادراځې دلته دواړې معنی مراددې ځکه چې نه يوازې اعتقادکفايت کوې اونه يوازې وينا،اوديته شهادةُالتوحيدوائې ،چې دانسان داسې عقيده اوويناوې چې د عبادت لائق اوحقداريوازې الله پاک دی،اوبياددې مطابق عمل هم وکړې په داسې طريقې سره چې هرقسم عبادات يوازې دالله جل جلاله لپاره وکړې که هغه لمونځ وې ،که طواف وې ،که نذراونيازوې،اوکه دُعااوحاجت غوښتل وې ؛نوپه دې سړې کې داشعبه دايمان موجوده شوه دادايمان يوه شعبه ده ،شهادة الرساله بيله شعبه ده ،چې په دې خبره اعتقاداوقول دی چې :رسول الله صلی الله عليه وسلم دالله تعالی پيغمبراواستازی دی چې دُنياته يې دانسانانودهدايت لپاره راليږلی دی . بله شعبه ياڅانګه په دې حديث کې چې هغه ئې ترټولووړه ده ،هغه امامة الاذی عن الطریق ده يعنې دلارې څخه دهغه شېانولرې کول چې هغه انسانانوته تکليف ورکوې لکه ډبرې ،ازغې ،خښتې اوداسې نورشيان ؛داکارکه څه هم خلګوته ډيرمعمولې ښکارې ،له همدې امله عمل کوونکې هم ورباندې کم دې ،ليکن دالله تعالی په نزدمعمولې ندی . دانس رضی الله عنه څخه روايت دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :چې الله جل جلاله دانسان څخه په دې هم راضې کيږې چې يوه ګوله خوراک وکړې او(دالله تعالی شکراداکړې )الحمدلله ووايې ،يايوغړپ اوبه اوڅښې اوالحمدلله ووايې (مسلم) دابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلې دې چې مايوسړی وليدی چې په جنت کې ګرزيدی په دې وجه چې هغه يوه ونه دلارې څخه ښکولې وه چې خلګوته به يې تکليف ورکوی ( مسلم ) دبخارې اومسلم په يوه بل روايت کې راغلې دې چې يوسړی په يوه لاره تيريدی دازغويوه ونه يې په لارکې وليده، هغه يې دلارې څخه لرې کړه نوالله پاک دده داعمل قبول کړو اوبخښنه يې ورته وکړه دابوذررضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:چې په ماباندې زمادامت اعمال راپيش کړل شول نومايې په ښواعمالوکي داهم وموندل چې دلارې څخه دتکليف شی لرې کړې اوپه بدواعمالوکي يې ماداهم پيداکړل چي يوسړی په مسجدکي توکړې اوبيايي ښخ نکړې (مسلم) مسلمانانوته پکارده چې هيڅ يونيک عمل وړوکی ونه ګڼې ،لکه څنګه چې په حديث شريف کې راغلې دې:لاتحقرن من المعروف شيئا؛ هيڅ نيک کارمعمولې مه ګڼه ځکه دالله تعالی رضامعلومه نه ده چې په کوم عمل کې ده ؛اوهيڅ دګناه کارته دې انسان په سپکه نه ګورې چې داوړه ګناه وړه ده لکه چې په حديث کې راغليدې چې عائشې رضی الله عنهاته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې اياک ومحقرات الذنوب فإن لهامن الله طلباً چې ځان دوړوګناهونوڅخه ساته ځکه چې ددې په هکله الله رب العزت پوښتنه کوې ؛په يوه حديث کې راغلې دې چې ځانونه دوړوګناهونوڅخه ساتی ځکه چې داوړې ګناوې کله کله په انسان راجمع شې اوانسان هلاک کړې لکه يوقوم چې په يوه هوارميدان کې بوټي راجمع کړې اوبياېې وسوځوې دارنګه داوړې ګناوې په انسان راجمع شې اوپه پای کې دانسان دبربادی لامل وګرځې . په دې حديث کې دايمان درې شعبې چې يوه ېې اعلی اوبله ېې متوسطه اوبله ېې ادنی ده هغه نورې څواويايې په مختلفواحاديثوکې ذکرشوې دې ،اوپه دې خبره هيڅ دعقل خاونداختلاف اوشک نلرې چې په دُنيااوآخرت کې فلاح اوکاميابی ته يوازې هغه څوک رسيدلی شې چی هغه په ځان کې دايمان اوصاف راوستلې وې اوځان يې په ايمان پوه کړی اودايمان دغوښتنوسره سم عمل وکړې نوهرچاته په کاردې چې په دې اړه ډيره هڅه وکړې چې دايمان شعبې زده اوعمل ورباندې وکړې ترڅوځان په دواړودُنياووکې کاميابۍ ته ورسوې .نوله دې امله موږ دلته دايمان ټولې هغه شعبې په لنډډول ليکوچې کومې دمختلفواحاديثوڅخه علماؤ راايستلې دې الله تعالی دې موږ ته توفيق راکړې چې داپه خپل ژوندکې په ځان عملې کړو:نوپه چاکې چې داشعبې په بشپړه توګه موجودې وې نوهغه به دکامل ايمان څښتن وې اوپه چاکې چې څومره کمې وې نوهومره به يې ايمان کمزوری وې اوپه چاکې چې بالکل نوې (العياذُبالله )نوهغه به دانتهايې درجې له ناپوهانوڅخه وې : & په الله تعالی باندې ايمان په داسې عقيدې سره چې هغه ددې عالم ساتونکی،پيداکوونکی،الٰه اومعبوددی دالله تعالی سره په دې کې هيڅ قسم شريک نشته،نه په پيداکولوکې اونه په عبادت اوبلنه کې اوالله پاک په هرڅه اورې اوپه هرڅه خبردی دسينوپه خبروهم پوه دی نه په زمکه کې يوشی ترې پټيدی شې اونه په اسمانوکې اوالله تعالی دکمال،عزت،جلال،جمال،اودلويې په صفاتوسره متصف د ی اوالله تعالی اسماء حسنی ښائسته نومان لرې اولوی لوی صفات لرې دالله پاک صفات دچاسره ورته والی اومشابهت نلرې لکه څنګه چې يې ذات دنوروذواتوسره مشابهت اوورته والی نلرې اوموږدالله تعالی په ټولونومانواواوصافوايمان لرولکه څنګه چي الله تعالٰی دځان لپاره بيان کړې دې اوياهم نبي عليه السلام دالله په باره کي بيان کړې وې & په دې خبره ايمان لرل چي دامخلوقات ټول حوادث اوداټول الله تعالٰی ته محتاج دې & په ملائيکوايمان راوړل & په ټولواسماني کتابونوايمان راوړل & په دې خبره ايمان راوړل چي دخيراوشرتقديردالله لورې دی& داٰخرت په ورځ ايمان لرل،په قبرکي ددووملائيکوپه سوالونو،په حساب،ميزان،اوجنت اودوزخ باندې ايمان لرل& دالله تعالی سره ډيره مينه کول& الحب فې الله والبغض فې الله دالله لپاره دچاسره مينه کول اودالله لپاره دچاسره بغض کول چي دسړې هيڅ بل غرض نوې صرف دالله په وجه دچاسره مينه کوې & درسول الله صلی الله عليه وسلم داسي مينه کول چي ترهرچازياته مينه ورسره ولرې & درسول الله صلی الله عليه وسلم عزت کول & په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې درودويل هم په لمانځه کې اوهم يې بهر & دنبې عليه السلام دسنتوطريقوتابعدارې کول اودهغه په طريقوعمل کول که دچادقول يارواج خلاف وې هم يې بايدپرواه ونه لرې & په عباداتوکي اخلاص کول & رياء نه کول & دمنافقت څخه ځان ژغورل که نفاق اعتقادې وې اوکه عملي وې & توبه ايستل که له ګناه څخه وې که پرته له ګناه وې ځکه توبه دايمان يوه څانګه ده نوپه هرحالت کي بايد مؤمن توبه ګاروې.& دالله تعالی څخه دزړه ويره په داسي طريقه چي په ظاهراوباطن دواړواثروکړې & دالله تعالی څخه اميدلرل & هميښه دالله پاک شکرونه اداکول & په ژمنووفادارې کول اوپوره کول يې & په قضاءاوتقدير باندې راضي کيدل& په هرکارکي په الله تعالٰی باندې توکل کول& دالله تعالی په ټولومخلوقاتوباندې رحم کول& دالله په وړاندې اودمخلوق په وړاندې عاجزې کول& دمشرانوعزت کول& په کشرانوشفقت اومهرباني کول& تکبراولويي نه کول& حسداوبغض نه کول& په دُنيوې کارونوکي غصه نه کول& په کلمۀ توحيدسره تلفظ کول& دقراٰن کريم تلاوت کول & دعلم زده کړه اوتعليم ورکول ځکه علم نوردی اوايمان هم نوردی اودا دواړه سره لازم دې & دُعاء کول مؤمن به دالله تعالی څخه دُعاګاني په خپلوحاجتونوکي غواړي& دالله تعالی ذکرهروخت کي کول تردې چي په ذکرباندې يې بايدهروخت ژبه لنده وې & دعبث کارونوڅخه ځان ژغورل & پاکوالی ظاهرااوباطنا ظاهرادسې چې دښکاره نجاستونوڅخه ځان وژغورې او& دعورت پټول & دلمانځه پابندې کول هم دفرض پابندې اوهم دنفلونوکول& صدقې اوخيراتونه کول که فرضي وې اوکه نفلي وې & دغلامانوازادول داازادول کله په داسي طريقي سره وې چي غلام وي اوته يې ازادکړې اوکله په داسي طريقې سره وې چي هغه دقرض څخه خلاص کړې & سخاوت & دميلمه پالنه اوعزت کول & دروژونيول که فرضي وې اوکه نفلي & دحج اداکول & عمره کول& اعتکاف کول& دبيت الله شريف طواف کول& دليلة القدردشپې تلاش کول& الفراربالدين & هجرت کول& دنذرونوپوره کول& دقسم په اړه فکرکول دبي ځايه قسمونوڅخه ځان ساتل & دکفاراتواداکول که هرډول کفاره وې & التعفف بالنکاح په نکاح سره ځان له بدوکارونواوبدنظری څخه ژغورل& دعيال حقوق پوره کول اوداولادتربيت په صحيح ډول کول & دموراوپلارسره نيکي کول & صلۀ رحمي کول & دمشرتابعدارې اوخبره يې منل چې کله ددين په خلاف کارنوې اودغلامانوسره نيکي کول ځکه دمؤمن صفت دادی چي که مشروې نوپه غلامانوبه مهرباني کوې اوکه غلام وي نودبادارتابعدارې به کوې& په هرشي کي عدل اوانصاف کول & دمسلمانودجماعت تابعدارې کول & داولواالامر(چارواکو)تابعدارې کول چي کله داسلام مطابق امرکوې& دخلګوپه مينځ کي اصلاح اوسوله کول چي کله ددوی په مينځ کي اختلاف اوجګړه پيداشي & امربالمعروف اونهی عن المنکردښه کارامراودبدکارڅخه منع کول& دحدودوقيام اودالله په لارکي جهادکول& دالله په لارکې پهره کول & دامانت اداءکول اوساتنه يې & دګاونډې عزت کول اوښه ژوندون ورسره تيرول & حُسن المعامله هرکارپه سمه توګه سرته رسول له دورواغواودوکوڅخه ځان ژغورل .& داسراف څخه ځان ساتل .& دسلام ځواب ورکول & دعاطس(دپرنجې کوونکې) ځواب ورکول. & دجنازې سره تلل،اودمسلمان په جنازه کې شراکت کول ځکه په دې سره يوقيراط ثواب حاصليږې اوديادونې وړده چې دجنازې پسې وروسته به سړی ور روانيږې & دخلګوڅخه ضرراوتکليف بندول& حياء اوشرم & چي دځان لپاره څه خوښوې هغه دمسلمان ورور لپاره هم خوښول & ښه اخلاق"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "(( داستانونه )) چاپ شوه", "output": "د (( داستانونه )) دريمه گڼه چاپ شوه د دوه مياشتنۍ مجلې داستانونه درېمه گڼه په کابل کې چاپ شوه . د ١٠٠ مخونو په دغې مجلې کې چې يوازې لنډې کيسې خپروي دا ځل د سناريو ليکنې په باب اوږده سريزه کښل شوې او د شاعر و ليکوال پير محمد کاروان يوه سناريو پکې خپره شوې ده . د دوهمې دورې په دغې درېمې گڼې کې د استاد سعدالدين شپون ، زرين انځور ، ايمل پسرلي او د يو شمير نورو کيسه ليکوالو لنډې کيسې هم خپرې شوي دي . داستانونه مجله خپله وېبپاڼه هم لري چې مجله او ځينو کتابونه پکې ترلاسه کولى شئ . www.dastanona.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دقندهار د مميزو په سراى کې اور ولګيد .", "output": "دهغه اورلګيدنې له کبله چې نن سهار د قندهار ښار د پنځمې ناحيې په سيمه کې د مميزو په سراى کې رامينځ ته شو لږ ترلږه په کې ٣٠ موټرسايکلونه وسوځيدل . د سراى د خاوند په وينا دغه اورلګيدنې ٥٠٠ زره افغانۍ تاوان رسولۍ دى.اورلګيدنه په عمدي ټوګه نه ده رامينځ ته شوې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وکیلانو، قانوني او کرزي په پارلماني ټاګنو خبري وکړي", "output": "میرویس جلالزی ولسمشر کرزي ته یوې نږدې باوري سرچینې نن سهار بینوا ویب پاڼی ته وویل چې ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ په شاهي ماڼۍ کې له یو شمیر وکیلانو او د ولسي جرګې له ریس یونس قانوني سره کتلي دي. دواړو لورو په پارلماني ټاکنو او د هغو په قانوني حیثیت خبري کړي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې چې ولسمشر کرزي یو ځل بیا ټټر وډباوه چې انتخابات به په خپل وخت تر سره کیږي خو قانوني ټینګار کاوه چې تر هغه چې د انتخاباتو په کمیسیون کې سمون او سم سمکی نه وي راغلی تر هغه پوري باید انتخابات تر سره نشي. ولسمشر کرزي په هر صورت د انتخاباتو پروخت تر سره کیدل مهمه خبره بللي او زیاته کړي یې ده چې دی به د وکیلانو او سیاسي کارپوهانو مشورو ته غوږ نیسي خو هغه څه به کوي چې دی یې سم ګڼي. ټاکل شوي چې په راتلونکی جوزا میاشت کې د پارلمان انتخابات تر سره شي. ولسمشر حامد کرزی ی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صبا په جنوبي اوختیځو ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیلیږي", "output": "میرویس جلالزی د سې شنبې په ورځ به د افغانستان په ختیځو، جنوبي اوجنوب ختیځو ولایتونو کې د ماشومانو دګوزڼ پر ضد دمبارزې کمپاین پیل شي. د عامې روغتیا وزارت له لوري په یوه خپاره شوي بیان کې چې یوه کاپي یې د بینوا ویب پاڼي د کابل څانګي ته رسیدلي راغلي چې په دغه کمپاین یو ملیون او دری لکه امریکایې ډالره لګښت راځي چې د نړیوال روغتیایې سازمان له لوري ورکول کیږي. په دغه پروګرام کې به ۲۰ زره رضا کاران کور په کور وګرځي او د پینځو کلونو سن لاندي ماشومان به واکسن کړي. د عامې روغتیا وزارت په ټولو نارضي ډلو غږ کړی چې د دغه بشردوستانه کمپاین دمخې خنډ ونه ګرځي. تیر کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۳۱ پیښي لیدل شوي چې یوازي ۲۹ یې په جنوبي هلمند او کندهار ولایتونو کې وي چې د امنیت له پلوه هم ډیر نا امنه ولایتونه شمیرل کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "G8 هيوادونه له افغان حکومت نه نوي غوښتني لري", "output": "د نړۍ د اتو سترو صنعتي هيوادونو(G8) د بهرنيو چارو وزيران نن په جاپان کې سره جرگه کيږي او د يو لړ نړيوالو مسلو سربيره به د افغانستان پر حالاتو هم خبري وکړي . د دې هيوادونو يو مخکي تر مخکي خپور شوی گډ بيان واېې چې غونډه وال به له افغان حکومت څ خه په ټينگه وغواړي چې د ادارې فساد او مخدره موادو د قاچاق جرړي وباسي. دا غونډه نن د پنجشنبې په ورځ د جاپان په کيوتو ( KYOTO) ښار کې جوړيږي. د غونډي گډون وال به د افغانستان دموضوع گانو سربيره د شمالي کو� �يا او ايران د اتومی نلانجۍ په باره کې هم يو گډ پریکړه لیک خپور کړي . ټاکل شوي چې د نړۍ د اتو سترو صنعتی هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان او پاکستان د مرزي ستونزو په اړ ه هم په يو لړ حل � �ارو خبري وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شک مې په شیطان د پښتانه کیږي", "output": "شک مې په شیطان د پښتانه کیږي داجمل اټک يوسفزي دوه غزلونه لکه د اوښکو په شان کور جوړه ومستا ګرېوانه کې ځان ته ګور جوړه ومد لېونتوب ثبوت مې دا ومنهچې شنو انګورو نه سور اور جوړه وميوه ټپه کې دې يادومه لږهتاته هم ځان په شان پېغور جوړه ومدا مې فطرت د پښتون خوی وګڼه چې يو شر خلاص نه وي لا نور جوړه وميو بغاوت ته مې يارانو زړه دید (اټک) زړه کې ځای په زور جوړه وم نن مې مرګ ته بیا څو ځلې زړه کیږي ګورمه دې سترګو ته چې څه کیږيڅنګه درته ووایم چې څه غواړم دا خبر زما په ژبه نه کیږيټول چې د چا زړه وي خوړل شوی نوڅه په تش ګوګل او تشه خوله کیږيدا چې له خبرې نه وا نه وښته شک مې په شیطان د پښتانه کیږيستا تلاش کې غلی غلی کېږمه ځکه خو ګمان په ما د غله کیږيدا د (اټک) زړه چې ناسور شوی دی نه غواړي غلاج یې ګني ښه کیږي د میرویس جلالزی کمپوز"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار ته په حکومت کې واک ورکوي", "output": "جلالزی د بریټانیې سن� �ي ټایمز ورځپاڼي ررپوټ ورکړی چې افغان ولسمشر حامد کرزی غواړي د اسلامي ګوند د ګلبدین د خاښې له مشر ګلبدین حکمتیار سره واک وویشي.د ورځپاڼي په وینا چې کرزی به په راتلونکو څو اونیو کې د ګلبدین سره په دې باب خبري وکړي.ویل کیږي چې د ګلبدین چریکان دمګړۍ د کابل په سروبې ولسوالۍ او د کاپیسا په ولایت کې ډیر فعال دي.ټاکل � �وي چې ګلبدین حکمتیار به د ټاکنو بهیر نه ګډوډوي او پلویان به یې له وسلوالو تاوتریخوالو لاس اخلي او په بدل کې به ګلبدین حکمتیار ته د افغانستان په کابینه کې څو وزارتونه ورکول کیږي او په دې سربیره به د هغه ځیني کسان د والیانو په توګه هم په دندو ګمارل کیږي..ورځپاني له یو شمیر سرچینو په نکل ویلي چې په خپله ګلبدین حکم تیار ته به شخصاْ د حامد کرزي له لوري کومه څوکۍ نه ورکول کیږي او د احتمالي هوکړې له مخې به هغه د دریو کلونو لپاره سعودي عربستان ته استول کیږي تر څو یې نوم د امریکې او ملګرو ملتونو له تور لیست څخه لري کړای شيویل کیږي چې دغه خبري اترې به د افغان دولت له لوري د پارلمان غړی عارف نورزی پر مخ بیایي.عارف نورزي ته به دا دنده هم سپارل کیږي چې له طالبانو سره هم خبري وکړي او دغو دوو چارو ته د امریکې د دولت له خوا ۶۹ م� �یونه امریکايي ډالر هم ځانګړي شوي دي.."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان په پارلمان کي ايرانۍ بي بي راحله . . . .", "output": "د افغانستان په پارلمان کې دناستې ايرانۍ( بي بي راحله کبرى عالمشاهي) لنډه پېژندنه حقيار احمدزى دادى دافغانستان په پارلمان کې دناستې ايرانۍ و کيلې لنډه پېژندنه پدې هيله وړاندې کوو چې افغان چارواکي لږ دشعور سترګې وغړوي او دافغانانو پر برخليک ددې لوبېدونکيو او دپرديو داجيرانو او جاسوسانو مخه ونيسي . دا معلومات څه دکبرى عالمشاهي دنيکه سيد ابراهيم عالمشاهي په لاس ليکلي معلومات اوخاطرې دي چې د (شعله او از کابل الى مرز ايران) په نوم کتاب څخه اقتباس شوى او څه يې له نورو مطبوعاتو څخه کټ مټ رانقل شوي دي . ((په ١٢٨٤ هجري لمريز کال کال دايران په مشهد ښار کې زېږېدلى سيد محمد ابراهيم عالمشاهي په ١٣١٢ کال دحقوقو په رشته کې دخپلو زده کړو له بشپړولو وروسته تصميم نيسي چې افغانستان ته راشي په دې خاطر چې په نهم پښت کې ځان دعالم شاهي اولاده بولي نو په ١٣١٣ هجري لمريز افغانستان ته له راتللو وروسته دهرات ديوې نوموتۍ کورنۍ په مرسته دافغانستان تابعيت اخلي . عالمشاهي افغانستان ته له راتللو وړاندې په ايران کې يوه مېرمن يو زوى او دوه لوڼې درلودې، زوى يې سيد محمداقا هم افغانستان ته دعالمشاهي له راتللو څو کاله وروسته دې هېواد ته راځي خو لوڼې يې دواړه په ايران کې پاتې کېږي . ابراهيم عالمشاهي دلته دپروين په نوم له يوې نجلۍ سره چې ديوه نوموتي افغان سيد لور وه واده کوي چې وروسته يې بيا دخپلې مېرمن پروين خور انيسه خپل زوى سيد محمد اقا ته واده کړه . دوى دلته کورنۍ جوړه کړه او دخپل خسر دکورنۍ د اثرو رسوخ او د خپل استعداد او وړتيا له مخې د ښه نوم او شهرت خاوند کېږي تر دې چې په لوړو دولتي پوستونو کې يې هم دتقرر اوازې خپرېږي، ښاغلى عالمشاهي دخپل استعداد او وړتيا سربېره هم ډېر وخت پر دولتي څوکيو نه پاتې کېږي چې ښايي دليل يې هماغه ايران ته نسبت (ايرانى والى ) وي نوموړى په ١٣٢٩ هجري لمريز له دندې ګوښه او په کور کښېنول کېږي . هاغه دولتي ادارې چې عالمشاهي پکې رسمي دندې اجرا کړي دي دعظمى صدارت دتفتيش رياست، دکابل پوهنتون دحقوقو پوهنځى، دپښتنې تجارتي بانک مشاوريت دي نوموړى د خپل فاميل دژوندانه ددوام لپاره دارالوکاله هم جوړوي او وروسته د حفيظ الله امين په وخت کې نادرکه کېږي چې بچيان يې هم ( ددانش، معوش او فروزان په نوم درې لوڼې او دسيدا مجد،سيد رضوان اوسيد سروش په نوم درې زامن) دده له مېرمن سره له هېواد څخه بهر وځي او دده ايرانى زوى سيد محمد اقا په ١٣٥٧ لمريزکال ديوې ترافيکي پېښې له امله په حق رسېږي او دکابل دکارته سخي په سلام تپه کې خاورو ته سپارل کېږي . په مشهد کې دعالمشاهي پاتې ايرانى فاميل افغانستان ته دده له راتللو وروسته هملته خپل ژوند جوړوي او دده له راتللو وروسته يې مېرمن هم په حق رسېږي . دعالمشاهي دواړه ايرانۍ لوڼې هملته ودونه کوي، دده يوه لور چې معصومه نومېږي دايران دمشهداړوند دفراګرد دمولان دسيمې له اوسېدونکي محمد ناصر ناصريان سره چې دامامت او اخوندۍ دنده يې درلوده خپل ژوند شريکوي او ددې واده مېوه دسيد حسن اوسيد محمد اقا په نوم دوه زامن او دکبرى او زهرى په نوم دوه لوڼې دي چې وروسته يې زامن دسيد حسن نصيريان او سيد محمداقا نصيريان او لوڼې دبي بي کبرى نصيريان او بى بى زهرى نصيريان په نومونو مشهورې کېږي. دبي بي معصومې دواړه زامن دايران په اردو کې دعسکرۍ دخدمت ددورې له تېرولو وروسته اوس دمشهد ښار په څلور پوړيزه ودانۍ کې ددې ښار مشهور او نوموتي ګنډونکي (خياطان) دي . دبي بي معصومې دمېړه ناصر ناصريان ورور سيد حسن خفتان خوا نومېده چې دخفتن خواه زوى سيد رضا دى . سيد محمد ناصر ناصريان له مړينې وروسته دمشهد په بهشت رضا نومې هديره کې خاورو ته سپارل کېږي همدا ډول بي بي معصومه هم په همدې ورځو کې له نړۍ څخه سترګې پټوي . (شهادت ميرى او دشعله په نوم دکتابونو په حواله) دمعصومې لور کبرى نصيريان چې په ١٥، ٧، ١٣٤٣ هجري لمريز دمشهد په فراګرد کې زېږېدلې او له مشهد څخه داخستل شوې ٥٧١٦٧ نمبر تذکرې درلودونکې ده ، له لومړني ښوونځي څخه تر فراعت وروسته داقتصاد په رشته کې په يوې مسلکي لېسې کې ترلسم ټولګي پورې زده کړې کوي او په همدې وخت کې مخکې تر دې چې دلېسې دوره خلاصه کړي په ١٨، ٨، ١٣٦٦ کال په مشهد کې د ٦٧٠٢٥ ثبت شمېرې اود مشهد ښار ددفتر په ١٠٧ شمېره دسيدمصطفى حسيني به نوم له يو چاسره واده کوي چې ددې واده مېوه هم دسيده مينا په نوم يوه لور چې په ١، ٧، ١٣٦٨ کال زېږېدلې او د قم دحوزې ١١٤٢٢ نمبر تذکره لري او سيد علي چې په ١، ١، ١٣٧١ کال زېږېدلې او دقم دحوزې ٦٤٤٣٦ نمبر تذکره لري دي . خو له لږ وخت وروسته د کبرى نصيريان ژوند له سيد مصطفى حسيني سره خړ پړ کېږي او د طلوع تلويزيون خبريال ته دمصطفى حسيني (دکبرا دمېړه) دوينا له مخې مېرمن يې ؛ تر هغې ١٣ کاله کشر په ١٩٧٦ م ( له ١٣٥٥ هـجري لمريز کال سره برابر)) دمشهد په ښار کې زېږېدلى ډاکټر علي عبدالله سباغي چې دايران په اردو کې يې دداکټرۍ دنده درلوده تېر باسي او افغانستان ته يې راتښتوي . ديادونې وړ ده چې ډاکټر علي عبدالله سباغي هم په ايران کې ښځه او دوه بچيان لري چې زوى يې هم معيوب او اوس هم دامام خميني دمرستې رسولو په مرکز تر کتنې لاندې دى او لور يې (شوره) له ده سره افغانستان ته راغلې . کبرى اوډاکټر سباغي په ګډه پرېکړه کوي چې چې يوبل به خپل مېړه او بل به خپله مېرمن په ايران کې پرېږدي او افغانستان ته به راځي دوى په هرات کې دڅه وخت له تېرولو وروسته دغزني ولايت دخواجه عمري ولسوالۍ ته راځي او دعالمشاهي له کورنۍ سره دتړاو هڅه کوي خو له هاغه ځايه هم کابل ته راځي ،په دريمه کارته او وروسته دلسمې ناحيې اړوند دلومړيو مکروريانو په ١١ بلاک کې ژوند غوره کوي . کبرى نصيريان دقانوني پړاوونو له تېرولو وروسته په ١٣٨٢ هـ ل کال دوږي په ١٣ مه دکډوالو په چارو کې دملګرو متلونو دادارې په عالي کمشنرۍ کې په افغانستان کې دايران دسياسي پناه اخستونکي په توګه رسماً پېژندل کېږي او بي بي کبرا نصيريان په راحله سباغي واوښته .وروسته هم ددوهم ځل لپاره له ١٦، ٦، ٨٣ څخه تر ١٠، ١٠، ٨٣، په همدې نوم او همدې شهرت په افغانستان کې خپله اقامه تمديدوي او تر اوسه هم له دې ادارې څخه په افغانستان کې دايرانۍ پناه اخستونکي په توګه امتيازات اخلي او دايرانۍسياسي پناه اخېستونکې په توګه ثبت ده . دا موضوع لويې څارنوالۍ او سترې محکمې ته دملي امنيت لخوا په لېږل شوې مکتوب کې هم تائيد شوې ده . همدا راز دلويې څارنوالۍ دتحقيق درياست داستعلام په ځواب کې هم ليکل شوي چې په دې رياست کې موجوددي . په دې دوره کې مېرمن سباغي په بېلا بېلو ټولنيزو ادارو کې کار کوي . د ١٣٨٤ په لومړيو کې مېرمن سباغي يو ناڅاپه خپل نوم په بي بي راحله کبرا عالمشاهي اړوي او له غزني څخه ولسي جرګې ته ودرېږي، دغزني يو شمېر خلک په دې خاطر چې دعالمشاهي تخلص يې ځان پورې نښلولى و هغې ته څه نا څه رايې ورکړې اود ټاکنو کميسيون هم دپيسو او واسطو په زور ګټونکې اعلان کړه . ديادونې وړ ده چې په ١٣٨٢ کال کې افغانستان ته دمېرمن راحلې کبرا له راتللو وړاندې نوموړې يو ځل څه باندې ٣٠ کاله مخکې هغه وخت چې ددې عمر شپږ کاله و، له خپلې مور سره افغانستان ته دنيکه دليدلو لپاره راغلې وه او دلته تر يو نيم کال او دوه ورځو تېرولو ( د٠ ١٣٥هجري لمريز دلړم له لسمې څخه د ١٣٥٢ دثور دمياشتې تر١٣ مه) وروسته بېر ته له خپلې مور سره ايران ته لاړه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات: ۲۳ ناقانونه پاکستاني وګړي نیول شوي دي", "output": "میرویس جلالزی د هرات ولایت پولیسو ۲۳ تنه پاکستاني وګړي د هرات ښار په ورودي دروازه کې نیولي دي.د هرات د پولیسو د قوماندانۍ ویاند نورخان نیکزاد وویل چې نیول شوي پاکستاني وګړي افغانستان ته د راتګ لپاره هیڅ راز قانوني اسناد له ځان سره نه لري. ویل کیږي له دغو کسانو سره دوه افغانان هم نیول شوي چې د قندهار ولایت اوسیدونکي دي.ها خوا په هرات کې د کسب کارانو د ټولني مرستیال بیا ویلي چې نیول شوي کسان افغانستان ته د مزدورۍ لپاره راغلي او غوښتل یې په هرات کې د خښتو د پخولو په بټیو کې کار وکړي.دا په داسي حال کې ده چې د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمیر � �ویو ښارونو کې ټولو پاکستاني وګړو ته د افغان امنیتي ادارو له خوا امر شوی چې تر دریو ورځو له خپلو تم ځایونو دباندې و نه وزي.دغه کار د ثور د اتمې نیټې د مراسمو پر مهال د امنیت د خوندي ساتلو لپاره تر سره شوی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملاغلام دستګیراوملاباز محمدووژل شول", "output": "دملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه وايي دطالبانو دوه مشهور قومندانان هریوملاغلام دستګیراوملاباز محمد دخپلو لس تنو ملګرو سره دبادغیس ولایت په بوکه کلي کې دافغان اوایتلافي ځواکونولخوا دګډوعملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه عملیات دیکشنبې په شپه ۱۰ بجې په ډیرمنظم اودقیق ډول ترسره شول چې ایتلاف اوملي اردو ځواکونو ته ورکې کوم زیان نه دی اوښتی.دسرچینې دمعلوماتو له مخې ملاغلام دستګیر څه موده وړاندې په دغه ولایت کې دملي اردو دځواکونوپرضد په یوه کمین کې لاس درلودچې له امله یې ګڼ شمیر سرتیري ووژل شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تاجکستان: د ناټو ملکي اکمالات به زمونږ له خاوري کیږي", "output": "میرویس جلالزی د تاجکستان دولت د جمعې په ورځ رسماْ ومنله چې په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونه کولای شي چې خپل ملکي اکمالات د دوي د خاوري له لاري وکړي. ناټو به تاجکستان ته د دې کار په بدل کې پیسې ورکوي. په تاجکستان کې د امریکې سفارتي چارواکو هم دغه خبره منلي ده. ناټو او امریکا اوس غواړي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د شرارت له زیاتیدو و� �وسته په افغانستان کې خپلو سرتیرو ته له یوې بلي متبادلي لاري اکمالات وکړي. ټاکل شوي چې د تاجکستان له خاورې به په اونۍ کې له ۵۰ څخه نیولي بیا تر ۷۰ کانټینره پوري د ناټو مالونه افغانستان ته تیریږي. په ورته وخته کې د ق� �غزستان د مناس هوایي اډه به هم تر ۱۸۰ ورځو پوري په بشپړه توګه د امریکايي سرتیرو پر مخ وتړل شي. دغه اډه له ۲� �۰۱ کال را پدې خوا د پیسو په بدل کې امریکايي ځواکونو ته په اختیار کې ورکړل شوي وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کي د فوټبال د سياليو وروستي جزئيات", "output": "د فوټبال هغه ټورنمنټ چي د ژمي د رارسېدلو په مناسب په هلمند کي پيل سوى ورزشي امر غلام غوث داوري وايې چي تيره ورځ يې له A ګروپ څخه پيروزي او اتفاق لوبډلو سيالي تر سره کړه چي دوه پر يو د اتفاق لوبډلي په بريا پاى ته ورسېده . او د B له ګروپ څخه هيواد او احمدشاهي لوبډلو سيالي وکړه چي يو پر يو مساوي پاى ته ورسېده . ښاغلى داوري وايې چي نن به د A له ګروپ څخه د اريانا او انصاري لوبډلو تر منځ سيالي وسي . او سبا ته به لومړۍ سيالي د A له ګروپ څخه د هلوکانو د مرکزي عالي ليسې او هلمند لوبډلو تر منځ تر سره سي او له B څخه به اريانااو انصاري لوبډلي سيالي په خپل منځ کي سيالي تر سره کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عراق کې د القاعده دويم کس نيول شوي", "output": "د عراق د کورنيو چارو وزير موفق الربيعى نن خبر ورکړ چې څو ورځې وړاندې يې په عراق کې د القاعده دويم کس حامد جمعه السعيدى د بعقوبه ښار په شمال کې په يوه ودانۍ کې نيولى دي . د نوموړى له نيولو وروسته د الربيعى په وينا ددغه شبکې ٢١تنه مړه يا نيول شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اختر څلوریځه", "output": "څلوریځهاختر دادئ چې اصلا ح وکړو دځانکینه بغض حسد پریږدو په پیمان او بیا دا سې یو او بل ته غیږه ورکړوچي له شرمه پر ځان وتو کي شیطان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د( بینوا ویبپا ڼی) ښاغلوچلونکو", "output": "دبینوا ویبپا ڼه باید داستادبینوادشخصیت دیو لړ عالی خصوصیتونو په رڼا کی خپل نور موثر اومضبوط ګامونه پورته کړی ځکه چی دغه ویبپاڼه دبینوا غوندی شخصیت په نامه راغلی نوهر ډول نشراتی پروګرام ئې بایددبینوا دوطن پال ..... د( بینوا ویبپا ڼی) ښاغلوچلونکوخالدها دی اوعبدا لله احسان ! ستا سوښکلی او صمیمانه پیغام چی د ( بینوا ویبپاڼی ) ددوهمی کلیزی د لمانځلوپه مناسبت مو زما ګډون غوښتی و ،راورسید ٠ دادی په ډیری مننی سره په نو موړی لمانځنه کی برخه اخلم ، دویبپاڼی ټولو چلونکو اومسئو لینوته دهغوی دزیا راوصداقت ،مینی اومیړ انی ،همداسی د ښکلامجلی غړیوته دښا غلی محمد یا رپه مدیر یت ،دهغوی دپر مختګ په خاطر دزړه له کومی مبارکی وایم ٠ مخکی له دې چی دویبپاڼی پر ځینومو ضوعا تو یو دوستانه نظر وړاندی کړم هیله من یم چی دبینوا ویبپا ڼه باید داستادبینوادشخصیت دیو لړ عالی خصوصیتونو په رڼا کی خپل نور موثر اومضبوط ګامونه پورته کړی ځکه چی دغه ویبپاڼه دبینوا غوندی شخصیت په نامه راغلی نوهر ډول نشراتی پروګ� �ام ئې بایددبینوا دوطن پال ، علمی ،ادبی ، او نورو ارز شتمنو خصوصیا تو په ځلا کی وځلیږی ٠ مرحوم عبدالروف بینوا نه یوازی دګران هیواد افغانستان یو تکړ ه شاعر او غښتلی لیکوال ؤ بلکه دخپل تاریخی دوران دسیاسی ډګر انقلا بی او فعال شخصیت هم ګڼل کیږی بینوا چی دویښ ځلمیانو دوطن پال ملی غور ځنګ د مؤسیسنو او مشرانو څخه دی دژوند په اوږدوکی ئې دخپلو عالی او وطنی ارمانونو دتحقق په خاطر په مختلیفو شکلونوکی دقلم په ژبه دسیاست او دیپلو ماسیۍ په هنرونو اوفنونو کی مبارزی کړی او خپلی ملی او انسانی تجر بی ئې خپلو وروستیو نسلونوته په میراث پری ایښی دې . استاد بینوا دیوه پراخ نظر څښتن په حیث دهیواد دمختلفو ملیتونو ،قومونو، اوګروپونو تر منځ وحدت او یووالی غوښتی ٠ داستعمار پر ضد ئې همدغه یووالی عمده ترینه وسیله بللی او همداسی ئې دنړیوال وحشتونو او ظ� �مونو په مقابل کی خپل ملی بیر غ جګ او رپا نده ساتلی دی ٠ بینوا دپښتو ژبی درنسانس دیوه غښتلی موسس په حیث دع� �امه عبدالحی حبیبی ، اکا دمیسن عبدالشکور رشاد ، استادګل پا چا ه الفت ، استا دصدیق الله ریښتین ، استاد قیا م الدین خادم او دا سی نورو پوهانو سره څنګ پر څنګ د نو موړی رنسانس دبری او پر مختګ په خاطر په همت او میړانه مضبوط ګا مونه پورته کړی او خپل انسانی او وطنی وظییفه ئې په پوره صدا قت سره اجرا کړی ده ٠ بینوا دخپلی لیکوا� �ۍ یو داسی سبک لری چی دلیکونو او شعرونو په ښکلا او شیرینۍ کی ئې دیوی خوا، دسو ز او ګداز په عالی خصوصیت کی ئې دبلی خوا، نه یوازی خپل ولس راویښا وه بلکه لار ښوونی ئې هم ورته درلودې . پر ټولو سر بیره ددې ستر لیکوال د� �یکوالۍ یو بل عمده او مهم خصوصیت دده دادبی سبک ، په فلسفی لحا ظ ، ریالیزم دی چی ډیر اثارئې دانتقادی ریالیزم په ګېڼی داسی ښایسته سوی دې چی نن ورځ ئې باید ټول شاګردان اوپیروان خصوصئا د(بینوا ویب پاڼی) محترم چلونکی او � �یکوالان په ميړانه او صداقت سره تعقیب او استفاده ځینی وکی اوس موږ وینو چی هیواد دبیګانه ؤ تر اشغال لاندی اودسختو وحشتونو سره لاس په ګر یوان دی . لازمه ده چی هیواد پال لیکوالان او شاعران په خپلو رنګارنګ ادبی سبکونوکی داسی ریالستی او واقعی لیکنی اوشاعرۍ وړاندی کړی چی دټولنی استعماری ضد روحیه او شعور نور هم بیدا� �ه او دبی لزومه غولوونکی سمبولیزم مخه ونیسی او ولس ته دورځی واقیتونه په پوره صراحت سره روښانه کړی . لن� �ه دا چی ،دا ستادبینوا دشخصیت دنوموړوادبی او وطنی خصوصیتونوڅخه په خا صه توګه ، د(بینوا ویبپاڼه )اولیکوا� �ان ئې باید داسی استفاده وکړی چی دنورومینه والوله پاره پوره سر مشق وی ٠ دمثال په توګه ،دبینوا استعما ری ضد او ظلمونو ضد روحیه باید هیره نه کړو او لوستونکی باید نور هم با وری شی چی بینوا ویبپاڼه یوه ادبی اود تجاوز ضد ،ملی ویبپاڼه ده ٠ په دې منا سبت استاد بینوا په خپل یوه شعری ادبی شاهکا رکی د لویدیز تېری او تجاوز دختیځ او آسیا په خوا داسی توضیح کوی ٠ دا یشیا مستقل غرونو ولی نه سر ه ګډیږیئ استقلال مو محوه کیږی ددښمن په لاس ورانیږیئ لادمخه تر زوا ل خپل له بد خوا سره جنګیږیئ په هوا ستاسی ژوندی یو چی سر سبز ه مو درې دی دفلک خونخواری سترګی بیا دشرق وخواته سرې دی ولی نه ایشئ له خروښه دمشرق � �ویوسندونو یادزړه دتاوه وچ سئ بیا مشرق پاک کئ له غمونو یا دسر وینو ډک راشئ دښمن غرق کئ په مو جونو لږ همت درته پکار دی هر طرف ډکی شېلې دی دفلک خونخواری سترګی نن دشرق وخوا ته سرې دی اوس چی مو داستاد دشخصیت او ادبی سبک یو څو محدودټکی وړاندی کړل ،لا زمه ده چی د(بینوا ویبپا ڼی ) دښا غلیوچلونکو خالد هادی ،عبدالله احسان او نوروهمکا رانودفر هنګی بر یا لیتو بو نو په سبب چی ددوی دزحمتکښۍ ، وطنپا لنی او علمیت پر بنا یې په نصیب شوی دی ، بیا هم مبار کی ووایم او همدلته دموقع څخه په استفادې سر ه ، دنو� �و ښېګڼو دتا مین په خا طر ، دغه لاندی لازمی یا دوني هم وړاندی کړ م : دښاغلیولیکوالانو او شاعرانوڅخه هیله کیږی چی خپلی لیکنی او تبا رزات په غور او دقت تدوین اوبيائې ویبپا ڼو ته ولیږ ی ٠ که څه هم عموماً ، کله کله ، داسی ویل کیږ ی چی ویبپا ڼو ته هر څوک هر څه ورکوی ،چندا نی ئې په ښو او بدو ، غلطو او سمو پسی څوک نه ګر زی ٠ چی البته ،ښه کار نه دی ٠ څه موده مخکی می د ( حماس دغور ځنګ ) دبر یا لیو انتخاباتو په اړوند یوه وړه مقاله د( ٢٨ اسد ) په معتبره ویبپاڼی کی چاپ شوه ــ چی ځینو دوستانو ټول افغان مشهوری ویبپاڼی ته هم ور واړوله البته د مینه وا لو پوره استقبال ور سر ه ؤ ــ ورځ دوی وروسته دوو تنو یا یوه تن په پښتو او فارسي ، په چرند امیزه توګه د وا� �یعتونو څخه لری دوه درې پرا ګرافه ، البته په ټوکو سره په ټول افغان ویبپا ڼی کی خپاره کړل . نو ما هم ( په مفصله او اصولی توګه داسی منا سب جواب ور کړ چی البته مو چڼی يي پر پښو ور اصلی شوې ) تر همدغه جواب وروسته په اروپا کی ځینو دوستانو تلیفون وکړ چی دا سی جدی او کلکو مقالوته چندانی ضرور ت نسته ځکه په ویبپا ڼوکی هر څوک هر څه خپروی اوخپل ساعتونه په تیروی نو ته به ئې هريوه ته جوا ب ورکوی؟٠ ماپه جواب کی ورته وویل : څوک چی دیوه واړه غرض الوده چرند که څه هم ټوکی وی جواب ونه وائې بیا به نو د ستر و او مهمو مو ضوعاتوجواب څوک څنګه ورکړای شې ؟ په هر صورت ، ددی خبری یاد می ځکه وکړ چی حتی دیو لړ تحصیل کړو اشخاصولا هم نظر دادی چی په ویبپاڼوکی دي هر څوک هر څه خپروی ٠ البته ، دنوموړومنورینو قضاوت هم پوره پر ځای دی چی یو لړ بیکاره خلک دخپلو ساتیریو په خاطر داسی بې مسئولیته لیکنی کوی ،چی هیڅ ډول علمی اوادبی ارزښت نه لری ٠ اما ، بر عکس ، دټولوهغولیکوالانو ، شاعرانو اواخبار چلونکو له پاره چی د مسئولیت سره يي ولیکی ــ که لازمی غور اوتوجه ئې په لیکنوکی نه وی ، بیا نو لوستونکی با ورنه پر کوی اومخ ځینی اړوی ٠ دپورتنۍ لنډی توضیح پر بنسټ به لاندی یوه مثال ته اشاره وکړ م ٠ دبینوا ویبپاڼی دوهمی کلیزی دلمانځلوپه منا سبت ښاغلی احمدشا ه هوتکی دکا ناډاڅخه په خپل نوبت دوهمه ک� �یزه په محدودو پراګرافونو کی داسی لمانځلې ده چی خپله لیکنه ئې ښائې دوهم وار یا نه وی لوستې او یا هم ښائې چي هم دغه ئې سرحد بندر وی ٠ ١ــ ښاغلی هوتکی دخپل لمانځلو په وخت کی دژونالیزم مشهور ه اومعنا لرونکی مقوله داسی استعمالوی لکه په پوهنځی کی ئې کوم چاحتی مفهوم لانه وی ورته توضیح کړی ٠ ( کفر از کعبه خیزد ، کجا ماندمسلمانی )٠ دی داسی وائې ٠٠٠ دغی ویبپاڼی ( بینواویبپاڼی ) افغانی ژور نالیزم ته په عام ډول اوپښتو ژورنالیزم ته خاص � �ول ښه خدمتونه کړی دی اوپه دې برخه کی ئې لویه ونډه اخستی ده ٠٠٠ په لوړ متن کی لوستونکی نه پوهیږی چی( ژو� �نالیزم )یعنی څه ؟ په عام ډول( افغانی ژورنالیزم)او په خاص ډول (پښتو ژورنا لیزم) څه معنی لری ؟ وروسته به په � �نډه توګه په ژورنالیزم بحث وکړو خواوس خبره دا ده چه (پښتو )د(افغانی )څخه څنګه او ولی جلاکیږی ؟ ایا پښتو په افغانی فرهنګ اړه نه لری او که افغانی فرهنګ دپښتو څخه یوه لیری پدیده ده ؟ دلته افغانی یعنی څه ؟ یعنی غیر پښتو ژبه ؟ کومه ژبه اویا افغانی کومه ژبه ؟ که افغانی فرهنګ مقصد وی نو پښتو په هر لحاظ دافغانی فرهنګ په مرکز کی مو� �یعت لری ٠ دژورنالیزم څخه چی دلیکونکی هر مقصد وی خو په( پښتو) او( افغانی )ځکه نه شې جلاکیداي چه نوموړی دوې ک� �می یو په بل کی متداخلی دی ٠ دلته داسی ښکاری لکه افغا نی ژورنالیزم او پښتو ژورنالیزم چی ( المعنی فی البطن � �اعر) وی په داسی حال کی چی ژورنالیزم شعر نه دی چی معنی ئې یوازی دشاعر په جیب کی وی اوهر څوک ئې په خپلو مشخصو ذوقونو سره تعبیر او تفسیر کړی ٠ بر عکس ، ژورنا لیزم نه یوازی ټاکلی علمی حدود منعکسوی بلکه دمختلفو علومو څ خه ئې په استفادې سره دیوه ټاکلی تخصص په څیر جوړښت موندلی دی ٠ ژورنالیزم دخبرونو ، تبصرو او....هغه مجموعه ده چه په راډیو ګانو ورځپاړو، مجلو ،کتابونو،ټي وي او داسی نورو عمومی میدیاووکی حتی په تصویرونو اورسمونو کی خپریږی او شکل مومی ٠ ژورنالیزم دخپلو لرغونواثارو له مخی ډیر اوږد تاریخ لری ٠ لومړنۍ ژورنالیستی خپ� �ونه په لرغونی روم کی په کال ٥٩ تر میلاد مخکی داسی خپریدله چی ورځنی سیاسی پیښې ئې منعکسولې اود مهمو موسسو پر دیوالونو به ځړیدلې ٠ همداسی په لر غونی چین کی د( پاوو) په نامه یوې خپرونی فعالیت کاوه چی دولتی خبرونه به ئې خپرول ٠ دنن ورځی معاصر ژورنالیزم چی پر مختلیفو څانګو ویشل کیږی ، هغه اکا دمیکی لیکنی هم په بر کی نیسی چی ح تی دتجارت دنوی تنظیم او ډول، ډول ورځینوخبرونو دپرمختګ په خاطر وړاندی کیږی ٠ لنډه داچی ژورنالیزم دیوه داسی علمی تخصص او پراتیک څخه عبارت دی چی دیو لړ پوهنو لکه :اقتصاد ، ټولنپوهنه ، فرهنګ ، ځینی طبعی پوهنو څخه په استفادی سره خبرونه تبصری او مدیریتونه او داسی نوری وظیفی په راډیګانو ، اخبارونو، مجلو، ورځپاړو، کتابونو، او نور ډول ډول برقی تارونو اوالکترونیکی اونورو مختلیفو انر ژیو په موجونو اووسایلوکی خپروی ٠ اوس نو دا پښتو او افغانی ژورنالیزم؟ یعنی څه ؟ ٢ــ ښاغلی هوتکی بل ځای په انحصا ری توګه د( بینواویبپاڼی)ښاغلیومسئولینوته داسی فرمائې : چی دنوروسایتونومطالب او مواد را نقل نه شی بهتره به وی ځکه م ینه وال دیغوی اود(بینواویب سایټ) دنوښت او یا لو مړې توب درجه متاثره کوی ٠٠٠ که چیری په غور سره نوموړی دوه دلیلونه وګورو، څرګنده به شی چی حقیقت داسی نه دی ٠ که چيري( بینواویبپاڼه) دهري بلي ویبپاڼی څخه علمی ، ابتکاری ، نوی او ارزښتمند مفهومونه اومقالی ،که ئې ځینی دشعر په ژبه هم وی ، خپلی ویبپاڼی ته ور واړوی ، نوبه په یقین چی نه به ئې مینه وال دیغ سئ اونه به ئې دنوښت درجه متاثر شی بلکه ، بر عکس به لوستونکو ته یو لړ نوی ع� �می او ابتکاری مو ضوعات چی په (بینواویبپاڼی )کی مخکی نه وي خپاره سوی ور وړاندی او علمی استفاده به ځینی وکړی ٠ اوحتی ښائې ډیر نوی لوستونکی دنوموړی ابتکاری نویو متنونو سره پوره مینه پیدا اوتعقیب ئې کړی ٠ دلته مقصد دادی چی دعلمی اونویو موضوعاتوپیدا کول اوحتی دنورو بیګانه ژبو څخه نوی ارزښتمنی ترجمی کول یو داسی اشد ض� �ورت دی چی دویبپاڼی شهرت او اهمیت نور هم ورزیاتوی، نو ګواکی لازمه ده چی د بی ځایه انحصار مخه ونیوله شی او همدغه (بینوا ویبپاڼه) دنورو وطنوالو ویبپاڼو په شمول تل هڅه باید وکړی چی تازه ترین علمی ، ادبی ،فرهنګی ،او فلسفی موضوعات او معلوماتونه دمختلیفو لارو دویبپاڼوپه شمول پیدا کړی څو دویبپاڼو ټول مینه وال هر اړخیزه استفاده ځینی وکړی ٠ ددې له پاره چی موضوع نوره هم مستدله او روښانه شوی وې ،اشاره باید وکړو چی هره ویبپاڼه ددې استعداد لرلای شی چی تر یوه پروګرام لاندی دیوه پوهنځی ،پوهنتون حتی اکادمۍ په څیر کار او خدمت وکړی ٠ دنړۍ ستری ویبپاڼی اوس هم دنوموړوعلمی مؤ سئسئوپه حیث اومثابه هغوی ته ستری وظیفی اجرا کوی ، په مختلفوعلومو، فنونواوفلسفو کی بیل بیل مو ضو عات خپروی او مینه وال استفاده ځنی کوی ،ځکه بریالۍ ویبپاڼی هغه نه دی چی په یو څو محدود شعرونو ، خبرونواو ځینی محلی موضوعاتو کی محصور پاته سي ، بلکه بر عکس بریالۍ او پرمختلونکی ویبپاڼی، هغه ویبپاڼی دی چی هر څه په پرا خ نظر ۍ ،منطقواو اصولو سره خپاره کړی ٠ په دغه وخت کی به نه یوازی ټاکلی م� �اهده کوونکی او مینه وال استفاده ځینی وکړی بلکه، بیله شکه به ،دنوروویبپاڼو مینه وال او حتی ازاد علا قه م ندان به لا هم ګټی ځینی پورته کړی ٠ دا به یوه علمی خطاوی چی که په علمی او فرهنګی موضوعاتو سمبا له یوه ویبپاڼه نه په خپل ورځنی ، فرهنګی فعا لیتونوکی دنوروویبپاڼو څخه معقوله ګټه وانه خلی بلکه بر عکس ورته لازمه ده چی ددستۍ اوسالم رقابت په فضا کی دیوې خوا مهم او حیاتې علمې موضوعات خپار ه او دبلی خوا نوی مینه وال پیدا کړې ٠ ددې خبری یاد هم په کار دی ، هره افغانی ویبپاڼه چی په هر نا مه او هره ژبه سره وی ورته لازمه ده چی دخپ� �و هر ډول مهموموضوعاتواوفرهنګی پراتیک پر څنګ دخپل ګران هیواد افغانستان خواروزاراوبیچاره اولس هیر نه کړ ی اوپه هره لحظه کی باید دتجاوز ګر وامپریالستی دښمنانو پرضد،په ٠ مختلفوسبکونواوشکلونودخپلومظلومواو� �سونوددفاع اوازادۍ په خاطربې تفاوته پاته نه شی ٠ په پای کی ،(بینواویبپاڼه) ،په خاصه توګه،بایدداستادبینوادپر اخ نظر یوپر اساس ،نور هم ،داسی اثار اوواقیعتونه خپاره کړی چی داولس اوملت ګټی ئې په نظر کی نیولی شوی وی ٠ که نه،بیله شکه به داستادبینواروح په قبر کی نا ارامه وی٠په همدی توګه دبینواویبپاڼی ښاغلیو کار کونکواومسئو لینوته ددوی دبریالیتوبونوپه خاطر تبریک وایم اودنوروستروبریا� �یتوبونوئې پوره هیله من یم ٠همداسی ( بینواویبپاڼه ) بایددتل په شان دعلمی اوښکلیومقالواوشعرونودپیداکولو اونوروعلمی ٠فرهنګی ویبپاڼو څخه دخپل مرام دپر مختګ پخاطر خپلومینه والوته نوی اوعلمی موادتهیه کړای سې ٠دژورنالیزم په باب ،بیا بایدتاکیدوشې چی په عام ډول افغانی ژورنالیزم اوپه خاص ډول پښتو ژورنالیزم هغه م فهوم نه ورکو کوم چی دښاغلی هوتکی په ذهن کی ئې خطور کړی دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایئتلاف: په ارزګان کې دری طالبان وژل شوي دي.", "output": "بینوا ویبپاڼې ته دایئتلاف له لورې په � �اغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو دملي اردو په ملتیا د ارزګان په چارچینو کې له طالبانو سره جګړه کړې دوی وايي طالبانو ته یې ماتې ورکړې دغه راز دوی وايي چې په دی جګړه کې یې درې طالبان وژلي خو په خپله خوا کې یې دوژنې په اړه څه ندي ویلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له هلمندي کډوالو سره د بااحساسه افغانانومرسته وکړه", "output": "له لندن څخه یوه با احساسه پښتانه ورونود کابل په قمبر څلورلاري کې له میشتو هلمندي کډوالو سره نغدي مرسته وکړه. دغه کډوال له څو م یاشتو را پدې خوا د کابل په قمبر څلورلاري کې د پرې پرې خیمو لاندي په سړه هوا کې په اوږي نس د فقر او در بدرۍ ورځي شپې تیروي.دغه مرستې په ۱۴ کورنیو چې د ټولو کورنیو د غړو ټولیز شمیر ۸۰ تنو ته رسیده وویشل شوي.هر هغه خوار ماشوم او هرې هغي پښتني بي وزلي مور په خپل وار سره ښاغلي ریشااو دهغه ملګرو ته د دعا لاس پو� �ته کړ او هغه ته یې د لوي خدای له دربار څخه د آرامه، له خوښیو ډک او بختور ژوند غوښتنه وکړه. بی بی زره چې د ه� �مند د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکي ده، او ځوان زوی یې د ایتلافي ځواکونو په ړنده بمبارۍ کې شهید شوی، یوه له هغو کسانو ده چې ورته دلندن څخه۳ ځوانانو مرسته ورکړل شوي ده. هغې دلندن څخه۳ ځوانانو ته دعا وکړه او د بینوا ویب پاڼي همکار ته یې وویل چې هیڅ کله به هم دددوی مرسته هیره نه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبسوګۍ واده", "output": "دامې ديرشم جوړ دكاليو زوړ شو چى هريو جوړ مې په منت اخيستى په ډير زحمت اخيستىخداى خبر ولې دا واده وځنډيږي چى مې جامې هسې عبث زړيږي زه چى په ښه او بد پوه شوى يمه زړه مې نينې نينې دى څوك راته ژمنه دبيګا را كوي څوك دسبا راكوي لكه ماشوم په چغو پغو سريم كله انګړ كله كوڅې ته وتى كله ګريوان څيرلى نور مې په سترګو كې راپاتې نه ده دژړا نيمه اوښكه بس دخندا خزانې ټولې زما پرتې دي ډكې پكې خولاتر اوسه مې ليدي نه دي چى مې زړګى ډاډه شي لا ناست په طمعه يمهدتخت رضا لټوم يوه مسكا لټوم كله دوخت څپيړې كله دبخت څپيړې زما په مخ رانښلي زما ژوندون بدلوي ما له خپل ځانه وركوي په بله دانا چاري دامې نصيب دى خلكو چى نه مې زړه صبريږي نه بسوګۍ وديږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ســتا د راتـلــو په انتــظار بــه یمه ســترګــې په لار درته ولاړ بـه یمـه کــه تــه رانغـلې اشـنا څـه به کیږي وخــت بــه تیریږي نـا قــرار بـه یمه پــه هــغه لاره بــه چــې ته تـیریدې هلــته ولاړ زه ســـرګــردان بــه یمه اشـــــنا د یار که دې پوښتنه وکړه زه تل مدام ستا خدمتګار به یمه بریال به تل مدام ستا لارې څاري زه ببر ســـ� �ــر څيري ګریوان به یمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ترکيه وايي افغانستان د دوي مرستو ته سخته اړتيا لري", "output": "د ترکي د بهرنيو چارو وزير عبدالله ګل دا ټکي په مسکو کي د پاريس کلپ د غړو هيواد د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي څرګند کړ. ښاغ� �ي ګل وويل چي دوي لکه څنګه چي د افغانستان په بياودانولو کي ښکيل دي نو همدا راز به مرستي له دي هيواد سره په هر اړخ کي چي وي رواني وساتي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هالنډى فلم په افغانستان کې ناټو ته ستونزې پېښوي", "output": "د فلم جوړوونکى ګريټ ولډرز بروکسل: ناټو سازمان په هالنډ کې نوى خپرېدونکى فلم افغانستان ميشتو ناټو ځواکونو ته ګواښناک وباله. د ناټو سازمان سرمنشي ياپ ديهوپ شفر وايي، دغه فلم په نړۍ کې د مسلمانانو احساسات را پاروي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ژوند او دندې له ستونزو سره مخامخوي.د هالنډ حکومت د فلم چمتووال او د هالنډ د خپلواکۍ ګوند مشر ولډرز ته خبردارى ورکړى، چې دغه فلم به هالنډ په سياسي او اقتصادي توګه له زيانونو سره مخ کړي. ورلډز وايي، دغه فلم د قران کريم په اړه جوړ شوى ، خو په دې اړه يې له نورو څرګندونو ډډه کړې ده. هغه تر دې مخکې سپېڅلى قرآن د هټلر له ((مئين کيمف)) سره پرتله کړى و او وړانديز يې کړى و، چې پر قرآن دې بنديز ولګيږي. ياپ ديهوپ شفر وايي، په افغانستان کې د فلم پر ضد لا� �يونونو ناټو ځواکونو ته اندېښنه پيداکړې او اوس به د ځانونو د خونديتابه هڅې کوي. هغه د يوې مرکې په ترڅ کې وويل: (( که په دغه فلم سره ناټو ځواکونه له نورو ګواښونو سره مخ کيږي، ښکاره ده، چې پر دې موږ اندېښمن يو.)) له تېرو څو ورځو راهيسې په افغانستان، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې ددغه فلم او د رسول الله (ص) شخصيت ته د کارټون له لارې د سپکاوي پر ضد ګڼ لاريونونه وشول او له افغانستان نه د هالنډي ځواکونو د وتلو غوښتنې وشوې. د فلم جوړوونکى ګريټ ولډرز وايي، دغه ١٥ دقيقه يي فلم به په همدې مارچ مياشت کې خپريږي او پر انټرنېټ به هم پرليکه کيږي. د هالنډ حکومت نوموړي ته ويلي، چې د فلم په خپ� �اوي سره به د امنيتي ستونزو له امله له هېواده وتلو ته اړ وځي. د ورلډز دغه فلم (فتنه) نوميږي. د هغه په وينا، په دغه فلم کې دا ښودل کيږي، چې قرآن کريم خلک څنګه ((وژنو او ترهې)) ته هڅوي. ورلډز د هالنډ د (خپلواکۍ ګوند) مشر دى او د هالنډ په پارلمان کې ٩ څوکۍ لري. تر ده مخکې پر ٢٠٠٤ ز کال يوبل هالنډى فلم جوړوونکى ((تيو وان ګو)) په ورته چارو د يوه مسلمان مبارز له خوا وژل شوى و. د اسلامي نړۍ کارپوهان په دې باور دي، چې دا په لويديزه نړۍ کې د اسلام د سپېڅلي دين د مخ پر ودې پراختيا پر وړاندې يو غبرګون دى او مسلمان امت بايد د دغه غبرګون پر وړاندې مع� �ولې لارې خپلې کړي. معقولې لارې له دښمنو هېوادونو سره د سياسي او اقتصادي اړيکو پرېکون او په نړيواله توګه د اسلامي ارزښتونو خپراوى او ساتنه ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دقلم څښتنانو ته سرتورسر اولمنه", "output": "قلم هغه مقدسه آله ده کوم چي د قرآنکریم یو سورت (سورة القلم) د هغه په نوم نومول شوی دی ، الله تعالی د هغه او دهغه د لیکنو په تقدس قسم یاد کړی دی ، درې ځلي یې په قرآنکریم کي ذکر راغلی دی ، همدا راز قلم د تعلیم او تعلم او افهام وتفهیم یوازینۍ غوره وسیله ده .قلم هغه فعاله وسله ده چي د پرګنو تقدیرونه بد لوي ، د هغوی زخمو نو ته پټۍ او رنځونو ته یې درمل تهیه کوي ، قلم په جسمي � �حاظ وړوکی خو داغېزو له پلوه یې هیڅ یو قوت مخي ته نشي تم کېدلای ، قلم په خپله توري اوبه څښي خونوروته � �ڼا ورکوي ، قلم په خپله د کاغذ په مخ اوښکي تویوي ترڅو دنورو اوښکي وچي کړي .قلم د زړونو او افکارو ترجماني کوي او چي کله په مستي شي پټ رازونه لوڅوي د قلم مقام ډېر وچت دی او د ستایلو لپاره یې د قاموسونو الفاط کفایت نه کوي .چاته چي الله تعالی دقلم نعمت ورکړی دی ډېر نېکمرغه دي او چي څوک یې ورځخه بې برخي کړي دي هغوی ړانده او کاڼه دي . آیا د الله تعالی ددې ستر نعمت مونږ هغه احترام ساتلی دی کوم چي د هغه د تقدس او هغه مقام وړ وي کوم چي الله تعالی ورکړی دی؟زمونږ لیکوالان خو د هغه اوښکي تویوي آیا د ځورېدلو انسانانو اوښکي یې هم و� �باندي وچي کړي دي ؟ آیا زمونږ د قلم واکمنانو په هغو ترږمیو کي چي زمونږ ټولنه په کي راګېر ده د قلم وړانګي خپرې کړي دي ؟ آیا زمونږ قلمونو زمونږ د ولس رنځونو ته درمل او د هغوی پرهارونو ته پټۍ برابري کړي دي ؟ آیا مونږ د خپل قلم د تقدس خیال ساتلی دی ؟ آیامونږ هغه قلمي خدمت چي زمونږ دېن او مسلم انه ټولنه یې را ځخه غواړي کما حقه ادا کړی دی ؟قلم خو داسي توره ده که یې ددښمن په مرۍ نه کېږدې د خپل خاوند مرۍ پرې کوي آیا دا توره مو زمونږ ددین او فرهنګ ددښمنانو په غاړه ور اېښي ده او که به سبا زمونږ په غاړه اېښي وي ؟ الله تعالی د فضل وکړي نن خو ما دا پوښتني مطرح کړې خو سبا به دا پوښتني قلم پخپله د محشر په ورځ د الله په حضور کي مطرح کوې آیا مونږ به هغه ته په هسکه ټنډه مثبت ځوابونه ورکړی شو؟مخکي له دې چي د قلم موضوع نوره هم پسي وغزوو ځما هغه عمومي نېوکي ته به راشم کوم چي زه یې د قلم په څښتنانو لرم .زه چي کله د نړۍ وړال جال (Internet) په مخ پښتو پاڼي ګورم او له نورو پاڼونو سره یې مقایسه کړم زیاتي نېمګړتیاوي وینم چي ځما په خیال هر کتونکی چي لږ څه پوهنه ولري ضرور به یې دا نېمګړتیا محسوس کړي وي دا نړیوال جال مونږ ته د یو ښه خدمت فرصت راکوي چي علمي څ ېړني وکړوهم خپل معلومات زیات کړو او هم خپلو هېوادوالو هغه معلومات په خوږه پښتو ژبه د قلم په څوکه وړاندي کړو چي د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ووایې ،ولي مونږ له دې فرصت ځخه ګټه نه اخلود وخت او حالاتو هم دا غوښتنه ده چي په هره ساحه کي زمونږ پوهنه زیاته شي او زمونږ هرڅه د علم او پوهني په رڼا کي تحقق ومومي که څه هم زه پخپله نه ادیب ، نه شاعر او نه لیکوال یم خو د نورو پرګنو په شان مونږ هم ډېر ښه ادیبان ، لیکوالان اوشاعران ل� �لي او لرویې خو د هغوی زیاتي هغه لیکني چي ما په پښتو سایټونو کي لوستي بې ګټي او بې محتوا وي چي د لیکونکي وخت یې هم ضایع کړی وي او د لوستونکي وخت هم ضایع کوي او د هیڅ داسي یوه رنځ درمل په کي نه وي کوم چي زمونږ � �وستونکي او ځوان نسل اړتیا ورته لري .په مقابل لوري کي کله چي نوري پاڼي په نورو ژبو ګورو هر هغه څه به په کي له ورایه په سترګو کېږي کوم چي هغه ټولنه ورته اړتیا لري حتی چي په عمومي توګه د ټولي بشري ټولنی دستونزو حل لاری راباسي نو ولي زمونږ لیکوالان له داسي لیکنو ځخه لا تر اوسه بې تفاوته پاته دي او تر څو به د همدغه افسانوي او بې ګټي لیکنو پر لیکلو او لوستلو خپل وخت ضایع کوو حال داچي علمي او اصلاحي لیکنوته زم ونږ دهېواد او ټولني چي د نوي انکشاف او جوړښت په حالت کي ده ورته زیاته اړتیاده . ایا دا به ښه نه وي چي د یوه انګرېزي ناول د ژباړلو په ځای یوه داسی موضوع وڅېړو چي هغه زمونږ د ځوان نسل د یوه بدني او یا روحي رنځ درمل وګرزي او دهغوی هغو پوښتنوته ځواب ووایې کومي چي لا تراوسه بې ځوابه پاته دي؟د یوه عاشقانه شعر د لیکلو پرځای به دا ګټور نه وي چي یو حکیمانه او مصلحانه داسي څه و لیکو چي هغه د یوچا په کړو وړو کي بدلون او په ژوند کي یې نوښت راولي ؟د بې ځایه مناظرو او یو پر بل د تنقیدونو په ځای به دا ښه نه وي چي هغه څه ددې جال په مخ په پښتوپاڼو کي وړاندي کړو چي هغه زمونږ د ټولني اساسي اړتیاوي پوره کړي حال داچي مونږ هریو دا ارمان لرو چي کله به زمونږ پښتون قوم د پوهنيزي سیالۍ لوړ مقام ترلاسه کړي ؟مونږ چي کله له ورورسره په جنګ یو هم تربور توروو چي هغه شیطانت ورته کوي ، که له مېرمني سره په جنګ شو خواښیه توروو چي هغې راته بلا کړي ده ، او که د ملت په سطحه له ستونځو سر مخ شو ګاونډي هېوادونه توروو چي هغوی لاسوهنه کوي آیا له کور ځخه مو ددې ستونځو د لاملونو د څېړلو هڅي کړي دي او دهغو د حل لاري او چاري مو رااېستلي دي ؟مونږ خو په خپلو لېکنو کي عادتاً په نورو تل تنقیدونه کوو آیا هغه نېمګړتیاوي چي په مونږ کي دي هغه مو پلټلي او اصلاح کړي ديتر کومه وخته به مونږ په تق� �یدي شکل همدغه تګلاره خپله کړي وي او کله به نوښت په کي راولو چي دانوښت د وخت مهم ضرورت دی او دا چوپړ به څوک وهي ؟زما په خیال لیکوالان او د قلم خاوندان دې پوښتنوته ځواب ویلای شي او د هغوی دنده چه چي نور د قلم د کا� �ولو زاړه مېتودونه پرېږدي چي (هزار هزار سلام خیریت انجام به صدشوق تمام ) هغه وختونه ښه وو خو تېر شولو اوس د انټرنټ دور ده او قلمي جهاد را ځخه مطلوب دی.نو زمونږ هغو درنو لېکوالانو ته چي د قلم په وسله سمبال او الله تعالی ورته د ادب او پوهني په ډګر کي بېساري استعدادونه ورکړي دي ځما دا وړاندیز دی چي راځۍ سر له نن ځخه له خپلو ځانونو سره دا پرېکړه وکړو چي خپلو هېوادوالو او من حیث المجموع دې اسلامي ټولني ته ددې نړیوال جال (Internet) په مخ هغه وړیا خدمتونه وړاندي کړو کوم چي له مونږ ځخه هیڅ مصارف نه غواړي او همدا راز که م و قدرت ورسېږي د منشوراتو اوکتابونو په بڼه کي هغه څه خپلو پښتنو لوستونکیو ته تقدیم کړو چي هغه زمونږ په فکر مفېد او ګټور وي ( خیر الناس من ینفع الناس )که له مونږ سره د موادو کمښت وي نو له دې جال ځخه په استفادې سره دا خلاء ډکولای شو او دا دروازه د هرچا په مخ خلاصه ده .زه له ډېره وخته وروسته په دې هیله یوه داسي ښارته ولاړم چي هلته د هغه ښار په کتابتونونو کي په پښتو ژبه لیکل شوي کتابونه زیات خر څېدل په دې هیله چي هلته به په پښتو کي لیکل شوی نوي آثار اوکتابونه واخلم خو له بده مرغه هلته مي په پراخه پېمانه داسي څ ه مي و نه موندلو چي هغه زما دا تنده ماته کړي که څه هم کتابونه زیات چاپ شوي خو علمي او پوهنیز کتابونه مي ډېر لږ ولیدل بالمقابل که مونږ د خپلو ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران کتابتونونوته ولاړشو وبه ګورو چي په هره موضوع باندي چي کوم یو کتاب وغواړي هغه به په اردو او فارسي ژبو کي تالیف شوي یا ژباړل شوي ومومې نو ځکه مي ددې وړاندیز اړتیا احساس کړه هیله ده چي دا پیغام به یو بل ته ورسوۍ اوپه دې هکله به خپلي مشوري او وړاندېزونه ونه سپموۍ . پاڅه قلمه پاڅه قلمه د شهېد ملت آرمان ولېکه ....................................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه ته خو خنجر یې ددښمن مرۍمو غوڅه کړه ته لږ وخوځېږه له رازو یې پرده لوڅه کړه ته د زړه درمل د ځورېدلي مسلمان ولیکه ................................................. دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان و� �ېکه قلم ه ته خو وېده نه یې دا وېده کړه پورته له تا د هیچا پرده نشته ځه د ننه کورته دناخبرو د پوهني یو عنوان ولېکه ........................................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان و� �ېکه قلم ه تاته پرګني سترګي په لاره دي نن د جهالت په ځولنوکي ناکراره دي نن په خپلو اوښکو د پوهني یو داستان ولېکه ........................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه تاته په سلګو کي منتونه کوي داځورېدلي په ژړا درته سوالونه کوي چي په پوهنه کي یوبحث څه آسان ولیکه ................................................ دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه څوک چي ستا دپاکو اوښکو سپکه کوي د حق په لاره کي دتا له میني کرکه کوي ته یې په ونډه کي غضب د پاک سبحان ولیکه ...................................... دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه قلمه ته خو سر نوشت د ملتو بد� �وې ته � �سمتونه د بېوزلو پرګنو بدلوې څه په قسمت ددغه عصر دانسان ولېکه ................................................ دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه (قدوسي) ویني هره ژبه کی لیکني کوې د ملـتونـــو پوهـــول� �ـوتـــه څـــېړني کوې څه په پښتو کي لږ په ګټه د افغان ولېکه................................................. دکړېدلي قام دخوږ زړګي درمان ولېکه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امنيت شورا پر كوريا د بنديز لګولو پرېكړه وكړه", "output": "په شمالې كوريا دا بنديز وروسته له هغه وضع شو چې تېره اونۍ دې هيواد خبر ور كړ چې په بريالۍ توګه يې اټومې آزموينه تر سره كړې ده . د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو پرون په دې موضوع رايې وركړې چې كولاى شې په شمالې كوريا يو لړ بنديزونه ولګول � �ې. په پاى كې روښانه شوه چې د دې شورا ډېري غړې په شمالې كوريا د بنديزونو غوښتونكې دې . شمالې كوريا د هر راز بنديزو غندنه كړې او خبر دارى ېې وركړى چې كه چېري ملګرې ملتونه په پيونګيانګ بنديزونه ولګوې په بدل كې به يې تردې خطر ناكې آزموينې ووينې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسى جرګه : لومړۍ بايد وزيران وينا وکړي", "output": "د ولسى جرګې غړو په نننۍ ناسته کې وروسته له يو اوږد بحث پريکړه وشوه، چې لومړۍ به د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري ټول ٢٥ تنه نوى وړاندى شوي وزيران وينا کوي او بيا وروسته به په يوه رځ دوى ته د باور رايه ورکول کيږي او پايلې به يې اعلانيږي . ناستې ته نن د کرزى ټول وزيران چې د ولسمشر لومړۍ مرستيال احمدضيا مسعود او په پارلمانى چارو کې ددولت وزير ډاکتر فاروق وردګ يې ملتيا کوله وروپيږندل شول .د ولسى جرګې ١١١ غړي په دې سلا شول چې لومړۍ دې وزيران و ينا وکړي .مګر٩١ استازوبيا دا نه منله او ويل يې چې هم د وينا وکړي او هم د دباور رايه ورکړل شي اوو روستى پايله دې اعلان شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ازمويلی څوک نه ازمويی", "output": "طنز د تیلفون ږغ: - هلو! دغه ده هغه ژبه چې مې کړې وه، د کار غوټه مې دنوکانو په وتلو خلاصه کړه او په ړندو کې مۍ چپک اغاګان پيدا او لېست مې تاسو ته د تایید لپاره د رواستوی- ډیر ښه دی وکړه، ز موږ هم تر پښولاندې واښه شنه شوی وه، د تنګ سترګو اوتور ژبو خولو هم وېښتان کړې وه ، په د ې ښه کار به دې په وېښته تړلي وضعي ته ټیکاو وکړې او د هیواد آبرو به وساتې اونور به د نور و په غرتو د دولت د خولې خوند بد نشي زه هیله مند یم چې ددي دومره زیاتو خبرو او غوښتنو وروسته به دی نوی اهل کار اتلان ازمویلي بیا به دی برخې وروېشلي وي ځکه وایی په سپي زوی ، تل پلار ښکنځلی وي ښه شو چی خبره دی اوږده نه کړه زه پوهیږم ډیر زیار مو ګاللی دی ځکه په ناسته غُمبر نه کيږي اوس به نړۍ دا و مني چې په پښه دی رښتیا خر ختلی دی مننه - دا خو دومره مشکل کار نه دی زه د دی هیوادد پر مختیا لپاره هر ډول چوپړ ته تیار یم:-اوس اجازه راکړه د نوی اتلانو لېست وګور- ډیر ښه غوږۍ مې په لاس کې دهد شورا ریس رنګ دنوی لېست په لید والوت ساختلی يې په غوږۍ کې وویل :دا خو بیا په سترګو کې خاوری اچول دی دا خو ټول لوپ لپړ هغه د اوړۍ پهلوانان دي هغه د کوټي ښورا خوړونکی ،هغه لنډه غر، هغه کندوان او هغه... - خوښ دی شول؟؟؟ - هغه چيغې کړې: هو خدایه! بیا هغه ډله - هغه په سړه سینه ځواب ورکړ:مه وارخطا کیږه! ټوله هغه نه دی پخواني یاران هم شته دڅويي لاپالانونه هم بدل شوی دی - وايي باغ که خرابوي الو په کښې ږده دلته چې ګورم پک تر پک پوري ، نو نه چي ماغزه ئې ښکاره وي - چرت مه وهه ازاد بازاز دی تور سپي د اوزګړی په بیه پلورل کیږي - چې داسی زه هلته خر مې هلته دی نو حرام که یو لا راڅخه تیر شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست پوهنتون ته څیرمه یوه لویه دیني مدرسه جوړیږی", "output": "دخوست په ولايت کې ديوي لوي دينی مدرسي لپاره دودانۍ دجوړيدو دبنسټ دبره کيښودل شوه ٠ نوموړي مدرسه چې خوست پوهنتون نويوودانيو سره نيږدي په څلويښت جريبه ځمکه کې جوړيږي دولايتي بيا رغوني دلي ياPRT لخوا ورباندي ١٨لکه ام� �يکايې ډالره لګښت کيږي چې دجوړيدوچارې به يې ديوکال په موده کې بشپړې شي ٠ دنوموړي ديني مدراسي دجوړيدو په تړاود خوست والي ارسلا جمال رسنېوته ويلي چې ددغه مدراسي نصاب اوتدرس به دنوروديني مدراوسوسره په دي توپير کې وي چې په دغه مدرسه کې به دنوروديني درسونو تر څنګ دانګليسی ژبی او کمپيوتر تدرسی هم کيږي دده په خبره چې په لومري ځل به په ياده مدرسه کې ١٥٠٠ تنه طالبانوته دشموليت حق ورکړل شي اوکوم کسان چې ددغه ديني مد� �سي څخه فارغيږي نړيوال سند به په لاس ورکول کيږي ٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فرانتیرپوسټ: د قبایلي وسلو زیرمې چیرته دي؟", "output": "فرانتیرپوسټ: د قبایلي وسلو زیرمې چیرته دي؟ سرچینه: فرانټیرپوست ورځپاڼه ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د فرانټیرپوست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګنه کې د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې د قبایلي طالبانو د خوځښتونو او د هغوي د تسلیحاتي زیرمو په اړه یو مطلب خپور کړی دی. د مطلب لیکوال دې خبرې ته اشاره کوي چې له تیرو شاوخوا اتو کلونو را پدې خوا په دغو سیمو کې د طالبانو خوځښتونه د پخوا په تناسب د پام وړ زیات شوي خو اصلي خبره ده چې هغوي خپلې وسلې او نور جګړیز تجهیزات له کوم ځای څخه اکمالوي. ورځپاڼه کاږي چې په قبایلي سیمو لکه صوات، منګوره، ډمه ډوله، دیر او بنیر کې له میشتو طالبانو سره ډول ډول وسلې موجودي دي او دا ویره شته چې هغوي به د الوتکو او ټانک ضد پرمختللي وسلې هم ولري، دا ځکه چې د صوات په جګړه کې طالبانو د پوځ ډیر ټانکونه په نښه کړل او د اردو څو چورلکې هم نسکورې شوي. فرانټیرپوست د( ار، پې، جې) د توغندي ویشتونکي دستګاه د مرمیو بیې ته د بیلګې په توګه اشاره کوي او لیکي چې، د دغه راکټ لانچر یوه مرمۍ په تقریبي توګه په روسیه اوچین کې چې د دغو توغندیو تولیدونکي هیوادونه دي له لسو څخه تر ۱۵ امریکايي ډالرو بیه لري خو دغه ډول یوه مرمۍ په قبایلي بازارونو کې په یوازي دری او حتی په دوه ډالره چې له څه کم دوه سوه پاکستانۍ روپیو سره برابریږي، پیدا کیږي. ورځپاڼه د راکټ لانچر د مرمیو بیې په روسیه او قبایلو کې سره پرتله کوي او وایې چې ولي دغه مرمۍ په دومره کمه بیه دلته په اسانۍ سره پیدا کیږي؟ د مقالې لیکوال لیکي چې په دغو سیمو کې قبایلي جنګیالۍ دمګړۍ د راکټ مرمیو ته شدیده اړتیا لري خو لاهم دغه مرمۍ د وسلو د پلورلو په دوکانونو کې په ټیټه بیه پیدا کیږي. فرانټیرپوست د یوه متقاعد پاکستاني جنرال څخه په حواله کاږي چې د افغانستان له هغو ولایتونو څخه قبایلي طالبانو ته وسلې استول کیږي چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. دغه جنرال په خاصه توګه د کندهار ولایت نوم اخلي. نوموړي ورځپاڼي ته ویلي چې د کابل اداره قصداً او په لوی لاس د پاکستان طالبانو ته وسلې او مهمات استوي او له همدې امله دغه په غټه شمیره وسلې او د هغو مرمۍ د قبایلو په وسله پلورنځایونو کې په ټيټه بیه د موندلو وړ دي. که څه هم د فرانټیرپوست ورځپاڼې د دغې لیکنې په باب افغان دولت خپل نظر نه دی څرګند کړی خو تر دمخه افغان چارواکو دغه ډول تورونه بي اساسه بللي ول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسلطان صلاح الدېن اېوبي دوخت رېښتونې پېښې(۱۳)", "output": "مکمل غېر سېاسي: اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟ د التمش لېکنهداېمان پلورنکوداستان دیارلسمه برخه پر� �پسې......(۳۶-۳۴)مسلمانان به مسلمانان وي خو اېمان به ئې پلورلې او صلیبیان به پرې حکومت کوي: (سلطان ایوبي )اومه نجلۍ او نادودې ئې :(۴)”میګنا ناماریوس » قاهرې ته په رسیدو سره په یوه سراې کې ځانته تم ځاې و نیو .ددې سراې یوه برخه د عامو او غریبو مسافرو له پاره وه او بله برخه ئې د امراو او لوړې رتبې دمساف� �و له پاره ځانګړې شوې وه . په دې برخه کې شتمن تاجران هم اوسیدلاې شول. د هغوی له پاره شراب او نڅیدونکې هم تیاریدل . (ماریوس) هم په دې ځانګړې برخه کې پاته شو . هغه (م وبي) خپل ښځه ور وپیژنده ، اوخپل ملګرې ئې خپل باورې ملازم و ښود. د (موبي) ښکلا او ښایست د سراې په خاوندانو باندې د (ماریوس) رعب او دبدبه پیدا کړه .ځکه هر یو فکر کاوه چې داسې ښایسته او ځوانه ښځه به د کوم ښه شتمن سړې وې ! د سراې خاوندانو به دهغوی ځانګړې پاملرنه کوله ، (موبي) هم خپل ځان مسلمان ګاڼه اود صلاح الدین ایوبي دکور او دفتر په هکله ئې مالوم ات را ټول، دا ئې هم معلومه کړه چې سلطان ایوبي سوډانیانو ته معافي کړې ده . او سوډاني فوځ ئې له منځه وړې دې . هغې ته دامالومات هم وشو چې د سوډاني فوځ دسالارانو او قوم ندانانو حرم سرایونه ئې خالي کړې دي او دا هم چې هغوی ته ئې کر کیلي له پاره ز � �اعتي ځمکي ورکړې دي .دا د(ماریوس) یا ډیر زیات جرأت و او یا د هغې ډیر زیات حماقت و چې په داسې حال کې چې ددې هیواد په ژبه هم نه پوهیده ،خو بیا هم د دومره خطرناکه کار د ترسره کولو له پاره راغلې و . هغه دومره ستر شخصیت ته د ورسیدو او دهغې د وژلو په هکله هم کومه روزنه نه وه تر لاسه کړې . هغه په ذهنې توګه یو ناروغه انسان و خو بیاهم هغه په داسې حال کې د صلاح الدین ایوبي د وژلو له پاره هڅه کوله چې دهغه په شاوخوا کې د ساتونکو یوه پوره ډله موجوده وه. د هغې د ډلې خپل قومندان ورته ویلي و چې ته پاګ� � او احمق ئې ، تا چې څومره خبرې کړې دي په هغوکې ماته د عقل لږ څه بوې هم نه راځي ، ښکاره ده چې (ماریوس) پاګل هم و .دا یو تاریخې حقیقت دې چې د سترو خ� �کو وژونکي په عمومی توګه پاګل ډوله انسانان اوسي ، که چیرې پاګل او احمق نه وي نو بیا ئې هم په ذهني توازن کې څه توپیر حتما موجود وي . د ایټالیي ددې مجرم ذهني ح الت هم همداسې و، دهغې سره یوه داسې وسله وه چې د ډال کار ئې هم ورکاوه . اوهغه وه (م وبي). (موبي) نه یواځې د مصریانوپه ژبه پوهیده بلکه هغې ته او دهغې هغه نورو مړو شوو نجونو ته د مصري او عربي مسلمانانو د اوسیدو لارې چارې ، د هغوی تهذیب او تمدن ، او د نورو ټولنیزو ښکته پو� �ته په هکله ډیره اوږده روزنه ورکړل شوې وه . هغوی د مسلمانو خلکو د روحیاتو څخه هم خبرې وې ، په اداکارۍ کې ئې هم پوره پوهه درلوده اوتر ټولو سترښه والې ئې دا و چې هغوی نارینه په ګوتو نڅول او د اړتیاو په وخت کې ئې هغوی ته د خپل ټول جسم د لوڅولو او نارینه و ته د مخکې کولو په لارو کې هم د پوره تجربې خاوندانې وې. هغه ته اندیښنه وه چې د مسلمان توره د مسلمان په څټ سپره وه . دایمان پلورنکو لیلام لګیدلې دې ، اسلامي سلطنت او خلافت هم د سازشونو په جال کې را نغښتې او د سازش کونکو د کار اله ترې جوړه شوې ، ښځې او شتمنۍ د عربو ځمکې سره لړزولې دي دا خو هیڅوک نه شي ویلاې ، چې په بنده خونه کې (موبي) ، دهغوی ملګري او (ما� �یوس) څه خبرې کولې اوڅه ډول پلان ئې جوړاوه، خو داسې ثبوتونه په پخوانیو لیکونو کې تر لاسه کیږي چې دوه درې ورځې په سراې کې د اوسیدو وروسته ”میګنا نام اریوس » بهر راووت نو دهغې ږیره توره سپنه وه اودهغې رنګ د سوډانیانو په څی� � توروالې درلود، چې هیڅ ډول مصنو عیت په کې نه تر سترګو کیده ، هغه یوه مامولي چوغه وا غوسته او په سر ئې یو مامولي رومال او لونګۍ و تړله ، (موبي) هم د سرنه تر پښو پورې په بُرکه ډوله لباس کې پټه وه ، دهغې پر مخ باندې یو باریکه نقاب داسې را ځړول شوې و چې شونډې او زنه ئې پټوله ، خو تندې او مخ ئې لوڅ ول ، دهغې په تندې باندې تور وریښمېن ویښتان را پراته و ، دهغوی ملګرې په معمولي لبا س کې و اوداسې ترې معلومیده چې ریښتیائې هم نوکر دې . دسراې نه بهر دوه د ډیر ښه نسل آسونه ولاړو و . دا آسونه دسراې خاوندانوو (ماریوس) ته د کرائې په مقابل کې را غوښتي و. ځکه هغه ویلي و چې هغه د خپلې ښځې سره د سیل کولو په لور درومي . (ماریوس) او(موبي) دواړه په اسونو سپاره � �ول اوکله چې اسونه روان شول نو دهغوی ملګري دنوکرانو په څیر ورپسې وروسته وروسته منډې وهلي . صلاح الدین ایوبي خپل ټول نائبین کښینولې و او د سوډانیانو په اړوند ئې اح کام ورکول ، هغه غوښتل دا کار ډیر ژر پائې ته ورسیږي ، ځکه هغه پریکړه کړې وه چې د سلطان زنګي له اړخه را استولي فوځونه ، د مصر د نوي فوځ او وفاداره سوډانیانو سره یوځای کړي او یو نوې فوځ ترې جوړ او په بیت المقدس باندې ئې د یرغل له پاره چم تو کړي، د روم د بحیرې د ماتې وروسته ، په داسې حال کې چې سلطان زنګې فرینکو ته د هغه په هیودا کې هم ماتي ورکړې وه ، تر یوه اوږده وخته پورې صلیبیانو ته د بیرته ځان جوړولو کار شونې نه و، دهغوی دخپلو زخمونو د جوړیدو تر مخه سلطان ایوبي بیت المقدس په خپلو لاسو کې د را وړلو پروګرام درلود ، ددې دمخه هغه غوښتل سوډانیان د ځمکو په کر کیله کې مشغول کړي او دبیا بغاوت خطر دتل له پاره له منځه یوسي .دنوي فوځ م نظمول او د زرګونو سوډانیانو دځمکو په ابادیو کې مشغولول څه اسانه کار نه و ، په دې دواړو کارونو کې ډیره ویره وه ، ځکه د سلطان ایوبي په فوځ او انتظامیه کې داسې ستر افسران موجودوو چې هغوي سلطان ایوبي د مصر د واکمن په څیر د لیدلو زغم نه درلود ، د سو� �انیانو د فوځ په ماتیدو سره هم دسلطان ایوبي پر خلاف دا ویره را پیدا کول کیده ،ځکه د هغې فوځ یو څو اعلی منصبداران لا تر اوسه هم ژوندي و. هغوی د سلطان اطاعت منلي و خو دعلی بن سفیان انټلیجنس ښوول چې د بغاوت ایرې لا تر اوسه په خپل ځان کې د اور سکروټې لري .د جاسوسي شبکو را پور داهم و چې دې باغي م� �رانو ته د خپلې ماتې په هکله دومره افسوس نه وه لکه څومره غم و هَمّ ئې چې د ص� �یبیانو دماتې او شکست په هکله کاوه، ځکه دهغې بغاوت د له منځ وړلو وروسته هم صلیبیانو څخه مرسته غوښتل کیداې شو او داسې فوځې افسران هم وه چې هغوی د سوډانی فوځ د م اتی او دهغوی په له منځه وړلو ډیر خواشیني و ځکه هغوی په دې امید ناست وو چې سلطان ایوبي به ډیر ژر یا ووژل شي اویا به و تښتي . او ځواک به بیرته دوې ته تر لاسه شي . دا د ایمان پلورونکو ډله وه ، خو دسلطان ایوبي ایمان ټینګ و ، هغه د مخا� �فینو څخه خبرو خو بیا ئې هم د هغوی پر خلاف ّهیڅ ډول قدم وا نه خست. دهغوی س� �ه ئې د نرمۍ ، میني اوخلوص نه کار اخست ، په هیڅ غونډه کې ئې دهغوی پر خلاف یوه خبره هم ونه کړه او کله به چې هغه خپل فوځ ته ویناکوله نو داسی الفاظ به ئې هیڅک� �ه هم نه کارول « چی زه به خپلو مخالفینو ته ددې مخالفت خوند و ښایم اویا..... ، » کله ئې ګواښونکي او یا طنزیه الفا ظ هم نه دې اسعمال کړي ، البته داسې ا� �فاظ به ئې ډیر له خولې را وتل لکه « چې که چیرې کوم ملګرې د ایمان دخرڅلاو په ح ال کې ووینئ نو د هغه مخه و نیسئ ، او هغه ته را په یادکړئ چې هغه مسلمان دې او دهغه سره د مسلم انانو په څیر سلوک وکړئ تر څو ددښمن د اغېز څخه ازاد واوسي ،» خو په پټه به ئې ځان د م خالفینو د کړو وړو څخه د خپلو جاسوسي شبکو له لارې خبراوه . د علي بن سفیان شبکي ددې کار تر س� �ه کولو له پاره ډیرې زیاتې مصروفی و ې او سلطان ایوبي ته ئې تر ځمکې لاندې اطلاعات � �ا رسول .اوس نو ددې شبکې دندې او مسؤلیتونه نور هم زیات شوې و. د ساتونکو او اوښ وړونکو د عامي وژنی خبر هم قاهرې ته را رسیدلې و ، ددې تر مخه د جاسوسانو هغه ډ� �ه چې نجونی هم په کې وې دنامالومو وګړو په واسطه د ساتونکو د لاسو څخه ازادې کړل شوې وې ، دې دوو پیښو دا ډاګیزه کړې وه چې په هیواد کې صلیبي جاسوسان او غلچکي یرغل کونکي شتون لري ، او دا هم را څرګندیده چی هغوی ته ددې ځای د اوسیدونکو پناه او ملاتړ ور په برخه دې . خو تر اوسه پورې هغه اطلاع نه وه راغلي چی غلچکي یرغ� �کونکي او نجونی په هماغه وخت کی له منځه ولاړل چې په کشتۍ کي سوریدل او د سمندر اخوا تګ ته ئې ځان جوړاوه ، د یرغل کونکو د یرغل د مخنیوي له پاره ئې د فوځ دوه ډ� �ي په ټوله سیمه کي د ګشت له پاره تیر ماښام استولې وې او د اینټیلي جنس نظام ئې نور هم پراخه کړې و.سلطان ایوبي لږ څه اندیښمن هم و ، چي هغه د کوم مقصد له پاره مصر ته راغلي و او هغه د اسلامي سلطنت د استحکام او ټینګښت او پ� �اختیا له پاره څه څه ډول پلانونه له ځانه سره جوړ کړې و خو دهغې پر خلاف د ځم کې څخه د لاندې او د ځمکي پر سر داسي توپان را پورته شو چې دهغې پلانونه ئې سره و لړزول ، هغه ته اندیښنه وه چې د مسلمان توره د مسلمان په څټ سپره وه . دایمان پلورنکو لیلام لګیدلې دې ، اسلامي سلطنت او خلافت هم د سازشونو په جال کې را نغښتې او د سازش کونکو د کار اله ترې جوړه شوې ، ښځې او شتمنۍ د عربو ځمکې سره لړزو� �ې دي ، سلطان ایوبي ددې هر څه څخه بې خبره نه و چې دهغه د وژلو سازشونه کیږې خوهیڅکله ئې هم په دې هکله اندیښنه ونه ښوله ، ویل به ئې چې زما روح د الله په واک کې دې ، دهغې مبارک ذات ته چې کله هم زما وجود د ځمکې پر مخ بیکاره ثابت شي نو مابه هم د ځمکې له سر څخه واخلي ، په دې اساس هغه د خپل ځان له پاره د خپله اړخه دساتنی دومره فکر نه کاوه ، دا خو دهغې د فوځي نظم له اړخه د ساتندویانو کړنلاره وه چې دهغې په شاوخوا کې به تل د ساتونکو ډلې او د انټیلیجنس وګړي موجود و . اوپخپله علي بن سفیان هم په دې هکله ډیر سخت متوجه و . او دا د هغه دنده هم وه ، او بل دا چې هغه سلطان ایوبي که بیغمبر نه ګاڼه نو خپل پیر او مرشد خو ئې ضرور ګاڼه .په دې ورځ س� �طان ایوبي خپلو معاونینو ته احکامات او لارښوونې ورکولې چې دوه آسونه د هغې د ساتونکو په پوله و دریدل. د ساتونکو قومندان هغوی سره و درول ، سپاره دواړه ”میګنا ناماریوس » او (موبي) وو. هغوی د آسونو څخه را ښکته شول نو د آسونو قیضې د هغوی هغه ملګرې و نیولي ، (م وبي) قومندان ته وویلې چې هغې خپل پلار له ځانه سره راوړې ، غواړې د سلطان ایوبي سره وویني ، قومندان د (ماریوس) سره خبرې وکړې او د لیدنې کتنې د سبب له پاره یې ترې وپوښتل ، (ماریوس) ځان داسې بې خبره کړ لکه د سره ئې چې دهغې خبره اوریدلې نه وي ، هغه په دې ژبه هم نه پوهیده ، (موبي) هم خپل نوم یو مسلمان نوم وښود. هغه قومندان ته وویلې چې « ددې سره خبرې کول بې کاره دي دا ګونګې دې او کوڼ هم ..... د لیدنې کتنې دموخي په هکله به مونږ سلطان یا بل کوم ستر افسر ته ووایو .»علي بن سفیان بهر ګرځیده ، هغه (ما� �یوس) او (موبي) و کتل نو د هغوی لورې ته راغې ، هغه سلام علیکم وویل ، نو (موبي) ورته وعلیکم السلام ووایه ، قومندان هغه ته وویل چې دوې غواړې د سلطان سره وویني ، علي بن سفیان د (ماریوس) څخه د لیدنې کتنې د علت په اړوند و پوښتل نو (موبي) ورته وویل چې دا زما پلار دې ، کوڼ او ګونګ دې ، علي بن سفیان ورته وویل چې سلطان خو اوس ډیر زیات مصروف دې ، کله چې فارغه شي نو د لیدنې وخت به ترې واخستل شي ، هغه ورته وویل « که تاسې د لیدنې موخې را ته ووایاست کیداې شي چې ستاسې کار دسلطان سره د لیدنې پرته تر سره شي ، سلطان د وړو وړو شکایتونو له پاره وخت نه شې ویستلاې ، اړونده څانګه پخپله شکایت اوري او رفع کوي ئې..»«ایا سلطان ایوبي د اسلام د یوې مظلومې لور د فریاد د اوریدو له پاره هم وخت نه شې ویستلاې ؟» (موبي) ترې وپوښتل: « هغه څه چې زه ئې ویل غواړم نو زه به ئې همغه ته وایم .»«ماته د ویلو تر مخه تاسې له سلطان سره نه شئ کتلې » علي بن سفیان ورته وویل « زه به تر سلطانه پورې ستاسې فریاد ور ورسوم ، که هغه اړین وګڼل نو تاسې به دننه � �ا وغواړي » علي بن سفیان هغوی دواړه دننه خپلې دکار خونې ته یوړل .(موبي) د شمالې سیمو د یوه کلی نوم واخست او وئې ویل « دوه کاله کیږی چې سوډاني فوځ دهغه ځایه څخه تیر شوې دې ، زه هم د نجونو سره د دې فوځ دکتلو له پاره بیرون را وتلې وم ، یو قومندان خپل آسپ را وګرځاوه او راغې او زما دنوم پو ښتنه ئې وکړه ، کله چې ماورته خپل نوم و ښود نو هغه زما پلار راو غوښت ، هغه ئې لږ اخوا کړ او په غوږ کې ئې ورته څه وویل ، یو چا قومندان ته وویل چې دا ګونګي او کوڼ هم دې ، قومندان چغې کړې ، د ماښام وروسته څلور کسه سوډاني فوځیان زمونږ کورته راغلل، او زه ئې په زور سره پورته کړم او قومندان ته ئې ور حواله کړم . دهغه قومندان نوم بالیان دې ، هغه زه له خپله ځانه سره راوړم اوپه خپل حرم کې ئې و ساتلم ، دهغې سره څ� �ور نورې نجونې هم وې ما هغه ته وویل چې له ماسره واده وکړه خو هغه زه د واده پرته خپله ښځه کړې وم . دوه کاله هغه زه له ځانه سره و ساتلم ، کله چې سوډانې فوځ بغاوت وکړ نو بالیان هم ولاړ ، دا مالومات نه شته چې هغه به بندې وې اوکه مړ . ستاسې فوځ دهغې کورته راغې او وئې ویل چې تاسې ټولې نجونې ازادې یاست .....زه خپل کور ته ولاړم ، زما پلار غوښتل ما له چاسره واده کړي نو ټولو زما د واده څخه انکار وکړ . ویل ئې چې دا دحرم څنډل شوې وینځه ده ، هلته د خلکوتر منځ زما ژوند ستونزمن شوې دې ، م ونږ په سراې کې اوسو ، اوریدلي مې دي چې سلطان سوډانیانو ته زمکی اوکورونه ورکوي ، زه اوس د بالیان وینځه او یا ښځه ،هر څه مي چې ګڼئ ، راغلي یم چې ماته هم ځمکه اوکور � �ا کړئ تر څو زه د هغې ځاې څخه کوچ وکړم او دلته میشت شم او که نه زه به ځان ووژنم اویا به له کوره و تښتم او د فاحشو په ډله کې به ورګډه شم .»« که چیرې تاسې ته ځمکه د سلطان نه پرته تر لاسه شي نوبیا تاسې د سلطان د کتلو څه اړتیا لرئ.؟»علي بن سفیان ورنه وپوښتل .«هو !» (موبي) ورته وویل «بیا به هم د کتلو اړتیا وي ، دې ته تاسو عقیدت او احترام هم ویلې شئ ، زه غواړم سلطان ته دا ووایم چې دهغې په سلطنت کې ښځه د لوبو یوه اله ګرځیدلې ده ، د شتمنو او حاکمانو په کورنیو کې دواده رواج له منځه تللې دې ، د خداې له پاره د ښځو دعصمت ساتنه وکړئ اوخوندي ئې کړئ ، سلطان ته زما په دې خبرو به زما زړه ته سکون پیدا شي .»(ماریوس) ددې ټولو خبرو په جریان کې داسې چپ ناست ولکه دهغې په غوږو چې هیڅ خبره نه وې لګیدلي . علي بن سفیان (موبي) ته وویل چې سلطان په یوې غونډه کې ناست دې د هغې غونډې دخلاصیدو وروسته به ترې د وخت د اخستلو له پاره غوښتنه وکړو . هغه د ډیر ځنډ وروسته راغې او وئې وی� � چې هغه د سلطان څخه د اجازې د اخستلو له پاره ورځي . هغه دسلطان ایوبي کمرې ته ورغې او د لږ څه ځنډ وروسته راغې او (موبي) ته ئې وویل چي خپل پلار دې د سلطان دفتر ته یوسه ، هغه ورته د سلطان ایوبي کمره ورو ښووله ، کمرې ته د ورننوتلو تر مخه دواړو بهر لورې ته وکتل ، هغوی غوښتل چې د سلطان ایوبي د وژلو وروسته د تیښتې او وتلو لاره په نښه کړي . *****(۳۵)په کمره کې سلطان ځانته و ، هغه دا دواړه کښینول ، او د(موبي) څخه ئې و پوښتل ، « ایا ستاپلار د موره ګونګی او کوڼ پیدا شوي دې ؟»«هو درونده سلطانه !»(موبي) ځواب ورکړ ، « دا دهغې پیدایشې عیب دې » سلطان ایوبي کینه ناست ، هغه په کمره کې ګرځیده را ګ� �ځیده ، او وئې ویل « ما ستاسې غوښتنه اوشکایت واورید ، زه له تاسې سره پوره همد� �دي لرم ، زه به تاسې ته هم همدلته ځمکه درکړم او کور به هم درته جوړ کړم ، ما اوریدلې دې چې تاسې ماته نور هم څه ویل غواړئ »«ستا بخت دې الله نور هم ستر کړې !»(موبي) و� �ته وویل « تا ته به ویل شوي وی چې له ماسره هیڅوک هم واده کولو ته تیار نه دي ، خلک ماته د حرم وینځه ،فاحشته او بد چلنه ښځه وائې، او زما پلار ته وایي چې هغه خپله لور پلورلې ده . ته خو به ماته ځمکه او کور را کړې خو زه یوه میړه ته اړتیا لرم ، چې زما د عزت ساتوندوې وي....» او بیایې په ماته ژبه زیاته کړه « زه دداسې خبرې کولو جرأت نه شم کولې خو دخپلې مور غوښتنه تاسې ته وړاندې کوم چې که چیرې ته ما له ځانه سره نه شې واده کولې نو په خپل ح� �م کې مې له ځانه سره و ساته . ته زما عمر ، زما ښایست او زما جسم ته وګوره ، ایا زه ستا له پاره وړ نه یم .؟» ددې خبرې کولو سره هغې د (ماریوس) په اوږه لاس کښیښود اوبل لاس ئې په خپلې سینې باندې او د سلطان ایوبي په لور ئې اشاره وکړه ، دا اشاره د مخکې څخه پ� �ان شوې وه ، (ماریوس) دواړه لاسونه جوړه کړه او دسلطان ایوبي په لور ئې ور اوږده کړه او بیا ئې د (موبي) لاس و نیوه د سلطان ایوبي په لور ئې ور وغځاوه لکه چې دې وائې چې زما لوره قبوله کړه .«نجلۍ ! زه حرم سراې نه لرم » سلطان ایوبي ورته وویل « زه ددې هیواد څخه حرم سرایونه، قحبه ځایونه او شراب ختمول غواړم ، » د خب� �و کولو په وخت کې هغه د خپل جیب څخه یوه سکّه را وویسته او په لاسو کې ئې پورته پورته کوله ، هغه وویل « زه غواړم د ښځو د عزت ساتونکې واوسم ، » ددې خبر ې په ویلو سره هغه ددواړه تر شا ولاړ . او سکّه ئې لاندې و غورځوله ، کله چې د ټنګ اواز راغې نو (ماریوس) یو ناڅاپه شاته وکتل ، اوبیا ئې سمدستې خپل مخ بیرته راواړاوه .صلاح الدین ایوبي په ډیره ګړندۍ توګه خپل یو فټ اوږود خنجر د خپل ملابند څخه � �اوویست او د دهغې څوکه ئې د (ماریوس) په غاړه کښیښوده او (موبي) ته ئې وویل « داسړې زما په ژبه نه پو هیږې ، ده ته ووایه چې خپله وسله له لاسه وغورځوي ، که لږڅه ځنډ ئې هم وکړ نو بیا به � �ه دې ځایه ستاسې ددواړو لاشونه پورته کیږي .»د(موبي) سترګې د حیرانتیا او ویرې څخه واځې شوې ، هغې په پوره اداکارۍ سره هڅه وکړه چې ووائې چې زما د پلار په ویرولو او ګواښولو غواړې پر ما باندې قبضه وکړې ؟ ما خو پخپله خپل ځان تاته وړاندې کړې دې .»«ته چې هلته په محاذ کې زما مخ ته راوستل شوې نو ته هلته زما په ژبه نه پوهیدې » سلطان ایوبي ورته وویل او د خنجر څوکه ئې د (ماریوس) په غاړه کې ور کلکه کړه ، هغه وویل ،« ایا تا دومره ژر ددې ځاې د خلکو ژبه زده کړه ؟... ده ته ووایه چې خپله وسله سمدستې د لاسه و غورځوي .»(موبي) په خپله ژبه (ماریوس) ته څه وویل نو هغه خپلې چُوغې ته لاس کړ او خپل خنجر ئې را وویست ، د هغه اوږودوالې هم د ایوبي هومره و . سلطان ایوبي ئې د لاسه خنجر واخست ، او خپل خنجر ئې د هغې دغاړې څخه لرې کړ او وئې ویل « پاته نورې نجونی چیرې دي ؟»«تا زما په پیزندګلوې کې غلطي کړي ده ، » (موبي) په لړزیدلي اواز وویل « زما سره بله کومه نجلۍ نشته ، ته دکومو شپږو نجونو خبره کوي ؟» ماته خداې سترګې را کړې دي » سلطان ایوبي ورته وویل ، « او خدای را ته ذهن هم راکړې چې په کې هغه م خونه عکاسې کیږی چې یو ځل مي کتلي وي . ستا مخ چې اوس په نیمائې نقاب کې پټ دې ما مخته هم کتلي و.....ته او ستا دغې ملګري ته خدای داسې ناقصه ذهن ورکړې دې چې دکوم کار له پاره چې تاسې راغلي یاست تاسې د هغې وړ نه واست ، په سراې کې تاسې دواړه د ښځې او میړه په څیر هستۍ ، دلته په راتلو سره تاسې لور او پلار و ګر ځیدئ ، خو تاسو هیڅ هم نه یاست ، ستاسې یو ملګرې بهر د آسپونو سره ولاړ دې هغه ستاسې نوکر نه دې ، هغه مو نیولې دې .»دا دعلي بن سفیان کمال و ، هغه ته (موبي) ویلې و چې هغوی په سراې کې اوسیږې . هغه دوې دواړه په خپله کمره کې کښینول او پخپله راووت او په اس سپور شو او دسراې په لورې ولاړ، د سراې خاوندانوته ئې دهغوی د څهرو په هکله وویل نو هغوی ورته وویل چې هغه خو ښځه او میړه دې او یو نوکر هم ورسره دې . هغه ته ئې دا مالومات هم ورکړ چې هغوی د بازار څخه کالي او څه نور سامانونه هم رانیولي دي چې په هغې کې د نجلۍ � �ه پاره بُرکه شکله چوغه او پڼې هم وې ، هغوی علي بن سفیان ته ویلي و چې هغوی ښځه او میړه دي ، هغه ددې څخه زیاته نوره پلټنه و نه کړه ، دهغوی د کمرې قلف ئې مات کړ او د هغوی د سام انونو تفتیش ئې وکړ. دهغې څخه ئې څو نور داسې شیان را وویستل چې دهغه په بنسټ ئې شک په یقین س� �ه بدل شو. علي بن سفیان پوه شو چې د سلطان ایوبي سره دهغوی په یواځې توګه دلیدنې کتنې موخه به څه وي ؟ هغه د هغوی آسونه هم کتلي و ، چې د ښه نسل تیز ځغاستي اسونه وو . د سراې د خاوندانو څخه ئې دهغوی د اسونو په هکله هم و پو ښتل نو هغوی ورته وویل چې درې واړه مسافرین په اوښانو راغلي و او دا آسونه دغه نجلۍ را غوښتي و ، د سراې خاوندانو دا هم ویلي و چې دنجلۍ خاوند ګونګې دې اونوکر ئې هم ګونګې معلومیږې . هغوی د هیچا سره هم خبرې نه کوي ، خو حقیقت کې هغوی د چا په ژبه نه پوهیدل .علي بن سفیان بیرته راغې او وئې کتل چې غونډه پائې ته � �سیدلې ، نو هغه سلطان ایوبي ته ورغې هغه ته ئې ددوې په هکله خبر ورکړ، او ټوله هغه قصه ئې ورته وکړه چې نجلۍ هغه ته اورولې وه ، اوبیا ئې د سراې دخاوندانو څخه تر لاسه شوې مالومات هم هغه ته په مخکې کښیښود ، د هغوی د سامانونو څخه چې کوم مشکوک شیان تر لاسه شوي و هغه ئې هم ورته ور و ښول ، او خپله رایه ئې داسې ورکړه چې دوې ستا د وژلو له پاره راغلی دي . غواړي � �ه تاسره په یواځې ځان وویني ، هغوی به دا پلان جوړ کړې وي چې تا ووژني او بیرته و تښتي ، تر څو چې خلکو ته ستا په هکله خبر ور رسول کیږي دوې به دهمدې تیزځعاستي اسونو په مرسته د سیمې څخه ځانونه ویستلې او د ښاره به لرې تللې وي ، او دا هم کیداې شي چې دا خلک تا ددومره ښایسته نجلۍ په فکر کې کړي او په خوب ځاې کې ئې ستا و دژلو پلان جوړ کړې وي . «سلطانه!» (ماریوس) ترې و پو ښتل « تاماته ولې عفوه وکړه » « په دې خاطر چې ته زما د وژلو په نیت راغلې وې » سلطان ایوبي ورته ځواب ورکړ . « خو دا نجلۍ زما د قوم د کردار د ختمولو له پاره راغلی وه ، او ستا دا ملګرې هم د همداسې یو پلان له مخې د ډیرو وګړو قاتل و ګرځید ، او تا زما د وینو په تویلو سره د خداې کتل غوښتل .» سلطان ایوبي په فکر کې ډوب شوې و ، وئې ویل « هغوی مه نیسئ ، ترمائې یوځل � �ا ورسوئ »علي بن سفیان هغوی دننه ور ولیږل اوپه خپله د سلطان د دروازې تر څنګ و درید ، هغه د ساتونکو دډلې قومندان را و غوښت او ورته ئې وویل « دغه دواړه آسونه د خپلو آسونو سره یو ځاې تبیله کړئ ، زینونه ئې را ښکته کړئ او دهغې سره ولاړ سړې تر نظارت لاندې و نیسئ . تالاشي ئې کړئ ، دهغې په کالیو کې به خنجر وې هغه ترې واخلئ »دا اح کام پلې کړل شول واو د”میګنانا ماریوس» ملګرې و نیول شو .دهغه څخه یو خنجر تر لاسه شو او دهغوی آسونه هم ظبط کړل شو.اوکله ئې چې هغوی د سلطان ایوبي کمرې ته ور ننویست� � نو په خبرو خبرو کې سلطان دیوې سکّې په غورځولو سره په دې ډاډمن شو چې دا سړې کوڼ نه دې ځکه هغه د سکّې په اواز باندې سمدستې تر شا کتلي و. صلاح الدین ایوبي نجلۍ ته وویلې « چې دې ته ووایه چې زما روح د صلیبیانو دخداې په لاسو کې نه دې ، زما دخپل اللهج په � �اسو کې دې .»(موبي) پر خپله ژبه د(ماریوس) سره خبرې وکړې نو هغه متوجه شو او څه ئې وویل ، (موبي) س� �طان ایوبي ته وویل چې « دا وائې چې ایا ستا خدای څه بل څوک دې ؟ او ایا مسلمانان هم خدای مني ؟»«دې ته ووایه چې مسلمانان پر هغه خدای عقیده او باور لري چې � �یښتوني دې او دریښتوني عقیدې خلک خوښوي » سلطان ایوبي ورته وویل « ماته دا خبره چا وکړه چې تاسې دواړه زما د وژلو پسې را غلي یاست؟... زما رب ! که چیرې ستاسې خدای � �یښتونې واې نو ستاسې خنجر به زه تر اوسه پورې له منځه وړې وم. زما رب ستاسې خنجر زما لاس کې راکړ.» هغه د کومه ځایه یوه توره راوویستله ، اوڅو نور شیان ئې هم ور وښول ، « دغه توره او دغه نور شیان ستاسې دې ، دا ستاسو سره یو ځاې د سمندر څخه د هغه لورې دلته راغلي دې ، � �یکن ستاسو څخه مخته ماته رارسیدلې دې ،»(ماریوس) د حیرانتیا څخه پورته شو، دهغې سترګې د حی� �انتیا نه بوټې را وتلې وې ، څومره خبرې چې کیدې د (موبي) له لارې کیدلې ، (ماریوس) په خبرو پیل وکړ خو یواځې په خپلې ژبې په خبرو کولو پو هیده ،د خداې په اړوند دخبرو اوریدو سره هغه وویل « داسړې د ریښتونې عقیدې خاوند بریښي ، ما غوښتل ددې ځان واخلم او وئې وژنم ، خو اوس زما ځان دهغې په لاسو کې دې .دې ته ووایه ستا په سینه کې یو خداې دې هغه ماته را وښیه ، زه غواړم هغه خدای ووینم کوم چې ده ته داښولې چې دا خلک ستا د وژلو په نیت راغلي دې .»دسلطان ایوبي سره ددومره اوږ دو خبرو مهلت نه و ، که هغه غوښتلې نو دواړه ئې جلادانو ته ور حواله کولې شول ، خو هغه وکتل چې دغه سړې بې لارې شوې ښکاري ، که چیرې دا پاګل نه وي نوپه ذهنی توګه خو ضرورلارورکې دې . هماغه و چې د هغوی سره ئې دوستانه خبرې پیل کړې . په همدې وخت کې علي بن سفیان هم را ننوت ، هغه غوښتل چې د سلطان خیریت و پوښتي ، سلطان ورته په خندا کې وویل چې «هر څه درست دي علي! ما له هغه څخه خنجر اخستي دي .» علي بن سفیان د سکون نه ډک «اه » وکړه او بیرته بهر ولاړ . (ماریوس) وویل « مخکی له دې چې سلطان زما سر له تنې پرې کړي ، زه غواړم دخپل ژوندد قصې کولومهلت راکړل شي ،» س� �طان اجازه ورکړه ، (ماریوس) همغه قصه واوروله چې څو شپې د مخه ئې خپلې ډلې او قومندان ته په هغه دښته کې اورولې وه ، ټکې په ټکې ئې همغه سلطان ایوبي ته واوروله ، اوس نو هغه په صلیب د عیسې د راځوړند شوې بُت ، د پیغلې مریم د انځور ، او د پادریانو دهغه خداې نه چې دپادریانو د اجازې پرته ورسره خبرې نه شي کیداې ، نوره هم په ډیره کلکه توګه بیزاري ښکاره کړه ، اووئې ویل « د مړینې تر مخه ماته د خدای یو څرک یوځل را وښایاست، زما خدا ې زما کوچنیان د لوږ ې ووژل ، زما مور ئې ړنده کړې ده ، زما خور ئې د شرابي وحشیانو په بندې ځاې کې ور اچولې ده ، او زه ئې دیرش کاله په بندې خانه کې ور و غورځولم. زه چې دهغې ځایه څخه راووتلم نو د مرګ په خوله کې را پریوتم .« سلطانه! زما ژوند ستا په لاسو کې دې .ماته هغه ریښتونې خداې را و ښایاست ، زه به هغه ته فریاد وکړم او دهغې څخه به انصاف و غواړم .»ستا ځان زما په لاسو کې نه دې » سلطان ایوبي ورته وویل « زما دخداې په لاس کې دې ، که چیرې زما په لاسو کې وای، نو تر اوسه به تاسې زما د جلاد د تورې لاندې واست ، زه به تاته هغه ریښتونې خدای در و ښایم چې ستا د سر د پرې کو� �و څخه ما منه کوی . خو تاته به په هغه ریښتونې خداې باندې عقیده پیداکول وي . او که نه خداې به ستا فریاد وا نه وري ، اونه به ته انصاف ومومې » سلطان ایوبي د هغې خنجر هغه ته بیرته ور واچاوه ، او په خپله ولاړ او دهغه په لور ئې شا کړه او (موبي) ته ئې وویل « دې ته ووایه چې زه خپل ځان تا ته سپارم ، دا خنجر زما په شا کې ښخ کړه»(ماریوس) خنجر په لاس کې و نیوه ، هغه ته ئې وکتل ، دسلطان ایوبي په ملا ئې سترګې ولګیدې ، پورته شو اودسلطان تر مخه ولاړ ، هغه ته ئې دسر نه تر پښو پورې وکتل ، دسلطان ایوبي د جلالي شخصیت اغېز و یا د سلطان د سترګو ځلیدا وه چې هغه ته ئې ریښتونې خداې تر سترګو کړ.دهغه لاس و رپیده هغه خپل خنجر دسلطان ایوبي په قدمونوکې کښیښود ، په د واړو زنګونو کښیناست اودسلطان لاس ئې ماچ کړ او په زور زور سره ئې و ژړل ، (موبي) ته ئې وویل « دې ته ووایه چې یا خو دا پخپله خدای دې او یا داچې خدای ئې په سینې کې ورننویستې دې ، دې ته ووایه چې ماته خپل خدای را و ښیه ،»س� �طان ایوبي هغه راپورته کړ او د خپلې سینې سره ئې یوځاې کړ او په خپلو لاسو ئې د هغې اوښکې پاکې کړې .هغه ښویدلې انسان و ، دهغه په زړه کې د مسلمانانو پر خلاف نفرت او کرکه وه ، او د اسلام پر خلاف د زهرو څخه ډک و . بیا حالاتو هغه د خپل مذهب څخه بې زاره کړ ، دا یو قسم � �یونتوب و ، یوه تنده وه چې هغه ئې دداسي یو خطرناک کار د ترسره کولو په لور روان کړې و .س� �طان ایوبي هغه بې ګناه ګاڼه ، خو هغه ئې ازاد هم پرې نښود. بلکه د خپل ځان سره ئې وساته ، (موبي) خو روزل شوې را استول شوې وه او را تښتیدلې جاسوسه وه ، دا هغه اومه نجلۍ وه چې د صلیبیانو پیغام ئې سوډانیانو ته ورساوه ، او هغوی ئې بغاوت ته تیار کړل ، ، هغه د هیواد دښمنه وه ، اسلامی قانون هغه په هیڅ صورت نه شوه بښلاې ، سلطان هغه اودهغې م� �ګرې علي بن سفیان ته ور وسپار ل، د تفتیش په وخت کې دواړو په خپل جرم اقرار وکړ . او دا ئې هم وویل چې دخوراکي موادو قافله هم همدوې لوټلې وه اونجونې هم هم دوې ازادې کړې وې او داچې ټول ساتونکې ئې له منځه وړې و . او بالیان او دهغې ملګری هم هم دوې وژلي و .دا پلټنه درې ورځې روانه وه په دې وخت کې د (ماریوس) ذهن روښانه شوې و ، یوځل هغه د سلطان ایوبي څخه پوښتلي و « ایا تا دا نجلۍ مسلمانه کړې او په خپل حرم کې دې ور ننویستې ده؟»«نن ماښام به ددې پوښتنې ځواب درکوم » سلطان ایوبي ځواب ورکړ. دماښام په وخت س� �طان ایوبي (ماریوس) له ځانه سره یوځاې کړ او لرې ئې تر یوه ځایه پورې یوې سیمي ته یوړ، د لرګي دوه تښتې پرتې وې پر هغوی سپین څادرونه غوړیدلې و، سلطان ایوبي څادرونه له یوې خوا څخه پورته کړل او (ماریوس) ته ئې و ښول ، دهغې د مخ رنګ بدل شو ، دهغه تر مخه د (موبي) لاش پروت و ، اوپه بلې تختې باندې دهغه د ملګري لاش ، سلطان ایوبي د (موبي) په سر لاس کښیښود او وروسته ئې کش کړ .د هغې ګردن د وجود څخه جدا و ، هغه (ماریوس) ته وویل ،«ما نه شوکولاې دا وبښم ، تا دا له ځانه سره راوړې وه ، چې زه دهغې په ښایست او جسم باندې زړه له لاسه و� �کړم . خو ما ته دهغې جسم د یوې ذرې په اندازه هم ښه نه لګیده ، خو اوس را ته ښه ښکاري ، اوس چې ددې جسم څخه دومره ښایسته شکل او صورت لرې شوې دې ،ماته دا ډیر ښکلې ښکاري ، اللهج دې ددې ګناهونه معاف کړي .«سلطانه!» (ماریوس) ترې و پو ښتل « تاماته ولې عفوه وکړه » « په دې خاطر چې ته زما د وژلو په نیت راغلې وې » سلطان ایوبي ورته ځواب ورکړ . « خو دا نجلۍ زما د قوم د کردار د ختمولو له پاره راغلی وه ، او ستا دا ملګرې هم د همداسې یو پلان له مخې د ډیرو وګړو قاتل و ګرځید ، او تا زما د وینو په تویلو سره د خداې کتل غوښتل .»څو ورځې وروسته د (میګنا نا ماریوس) څخه سیف الله جوړ شو چې بیا د سلطان ایوبي په ساتونکې ډله کې ور ګډ شو اوکله چې سلطان ایوبي له نړۍ سترګې پټې کړې نو بیا همدې سیف الله خپل اخري اولس کلونه د صلاح الدین ایوبي د قبر تر څنګ تیر کړل ، خو نن هیچا ته معلومه نه ده چې دسیف الله قبر چیرې دۍ .*****(۳۶)پاته په څوارلسمه برخه کې ......."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جزا او سزا", "output": "جزا او سزا تا اسماعيل قربان كړكعبه دي هسكه كړله د قربانۍ لوى تاريخ دي تل ژوندى وساتو خوموږ زرها سرونه د افغانانو غوڅ كړل د لوى افغان لوى تاريخ موپه وينو ولاړه ستا نيت خوښي د څښتن زموږ پلمه هم داوه تاته وو امر سوى له هغه لوړباداره موږ ته ووامرسوى د زمكني خدايانو خو زموږ اوستا تر منځ سو بس داتوپيرخليله ته د جزا مستحق موږ د سزا مستحق"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لېسنس", "output": "اجمل اټک يوسفزی د لندن په زړه کې پولېسو يوه موټر ته د سټاپ اشاره ورکړه او ويې دراوه٠پوليس سمدستې د موټر له ډرېوره د ليسنس پوښتنه او غوښتنه وکړه ډرېور ژر خپل څنګ کې ناست م� �ګري ته وويل: ملګريه لطفا دې لېسنس راکړه چې پوليس يې غواړي هغه هم جب ته لاس کړ خپل لېسنس يې را واخيست او ډرېور ته يې ورکړ او هغه هم له واره پوليس ته ورښکاره کړ ٠پوليس لېسنس ته ښکته پورته وکت� � او بيا يې ډرېور ته وويل چې دا خو د بل چا لېسنس دی ، ته دې خپل لېسنس راښکاره کړه?ډرېور پوليس ته مخ کړ او په ډېره پسته ژبه يې پوليس ته کړل: هو زه بخښنه غواړم دا زما ددې ملګري لېسنس دی ٠ دې خوارکي يو څه وخت مخکې په يوه طبېعي پېښه کې خپلې دواړه سترګې غبرګې دلاسه ورکړې ، زه اوس کله کله ددې خدمت کوم ، د موټر چلولو ټول چل (تخنيک) دا راښيي فقط سترګې زه خپلې کاروم٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خــــــــــــــبره غـــــــــــــــــــــړکه ده", "output": "عبدالهادي ریشاء – کراچي ٢ غويی ١٣٨٤ نن په نړۍ هرلور ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ د ډول آوازونه دليري ا وريدل کيږي . دا ږغونه دغه سي هواته پورته ځي او تر اورید لو وروسته پسي ورکيږي . اولنو به ويل چي : دډول ږغ دليري ښه راځي . رشتيايې ويل، اوس هم هغه سي ده، چي ږغ نزدې راسي بې سوري يې واورېدل سي ، ولي نن چي څوک د آزادۍ خبري کوي ، دبيري ( ډاره ) - شا وخوا ګوري، لکه اوخۍ چي یې خوري ، په خبرویې بې سوري ګډه وي - ځان نه ايله کوي، ملامت یې مه بوله خواران دونه ځوکلېدلي دي - داسي داختناق دورې پر راغلي دي ، چي هجران یې ورښوولی دئ . چاچي به سپوڼ وواهه ، ها بل به ورته وويل : ٬ چپ سه ! اوس دېوالونه خبري کوي . نن چي دخوش باورانو په نظر يوڅه د رڼا چوله معلوميږي او دآزادۍ د ډول ږغ دليري راځي، نو دا خوش باوره، لړمون پخته ګان غواړي، چي څوڼي غوړي - ږمونځ کي او د دې کاذب ډاله ږغ ته په اتڼ ورګډسي . امابرعکس زمانې او حوادثو اکثره کسان دونه په حقايقو پوهولي دي، چي نور (کلپي نه پر چليږي) خو ګولۍ پر چلېدلی سي . دوی د اوسنۍ آزادۍ او ديموکراسۍ جريانونه (خوشي دوړي بولي) ، اوس لاهم (توبه د مړؤ خالي نه ده) شکر دی په جامعه کي د ځوانو- اصيلو مفکورو خاوندان او دخلګو په درد دردېدلي مړونه سته . څرګنديږي، چي دآينده پاره دخلګو درک او دوربيني موجوده ده او دا د عا دي سړو کار هم نه دئ . که څوک دخلګوسره کښېني او وپوښتل سي ددوی په نظر کي خورا ښه پيغامونه ، واقعیتونه ، دردونه او خواخوږۍ پروتي اونغښي ليدل کيږي . چټي اپلاکي نه وایي . دوی دبې وسه مظلومانو پله نيسي . که د دوی نظر ښه څر ګند کړه سي په نړۍ کي د نا خوالو او نا پېښو د ملامتيا لښتی کښته مخ پر لوېديځ باسي . په نړۍ کي دانسانانو اکثريت بې وسه او کمواکه کسان دي . دوی د اذله کمزوري نه دي راغلي بلکه وروسته د زوردارانو له خوا کار پرسوی دئ -کمزوره اوکمواکه سوي دي . نن چي قدرتمندان غورې وهي او پرکمزورو بړ بړ وایي - دا خواران کم بغلي لا پسي ځیځېر ي اوکوټي ، په دې کي زورواکان او ټوپکسالاران خپله بقاء ويني، چي تل پر خپل قدرت باندي پاته وي او ټوله نعمتونه او هستۍ په خپل واک کي وساتي ، خو هوښياران نه بايد، چي دونه حريص اومغروره و اوسي يا په اصطلاح ځان ځني ورک سي، چي دخپلي با دارۍ د پاره دا خاکي کره ( نړۍ ) دغلامۍ لور ته ورګېل کي او په غلطه سره انسانانو ته دآزادۍ او ډيموکراسۍ ډول ، چی نن ورځ په لاس ورغلی دئ لاندي باندي وډبوي . زه چی ګورم په نړۍ کي زما په سترګو سوچه-خواپاکې ، نه آزادي او نه ډيموکراسي ليدل کيږي . خو ږغ یې غوږ ته راځي ، نوکه له ما څوک پوښتنه وکي ، چي ته څه وایې- څنګه به سي ؟ زه به یې پاکه محمدي ورته وکم، چي په اصطلاح (خبره غړکه ده) دنړۍ لوی اکثريت داسلحه دارانو ترتور او پېڅول لاندي په تورو ورځو اوشپوکي د آزادۍ او ډيموکراسۍ په تور کي ګير بولم ، خو تر اوسه زما څخه چا پوښتنه نده کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بيت الله مسعود: آى اېس آى مو په جنګ اچوي", "output": "د پاکستان د طالبانو غورځنګ مشر بيت الله م سعود ديوې خبرپاڼې په ترڅ کې د پاکستان پر څارګرې ادارې تور لګولى، چې غواړي د يوې نوې چلوټې(توطيې) له مخې دى او د � �مالي وزيرستان د طالبانو مشر حافظ ګل بهادر مداخېل سره وجنګوي. دغه خبرپاڼه وړمه ورځ د شمالي وزيرستان په م رکز ميرانشاه کې خپره شوې او په هغې کې يې حافظ ګل بهادر يو پياوړى مجاهد ګڼلى دى. د بيت الله مسعود له خوا دغه خبرپاڼه په داسې حال کې خپريږي، چې د شمالي او سويلي وزيرستان د وزيرو طالبانو دوو ډلو د يوځايوالي اعلان کړى او د سيمه ييزو طالبانو په نامه يې يو نوى غورځنګ اعلان کړى دى. په دغه غورځنګ کې د ملانذير او حافظ ګل بهادر ډلې شاملې دي. له شمالي وزيرستان نه را رسېدلي رپوټونه وايي، نوې ډله هڅه کوي د بيت الله مسعود يو شمېر ناراضيان، بيټني قبايل، د منګل باغ په مشرۍ د خيبرايجنسۍ لشکراسلام ډله او د حاجي عمر کسان له ځان سره مله کړي. له وزي� �ستان نه د رارسېدلو رپوټونو له مخې، د پاکستان حکومت هڅه کوي، د وزيرو او مسعودو طالبانو په نامه د طالبانو دغه دوه سترې ډلې په خپلو منځونو کې په جګړه واچوي او د لشکر اسلام او انصارالاسلام په څېر ددوى پرخلاف هم پوځي عمليات پيل کړي. د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو د نوې ډلې وياند مفتي ابو هارون په خپل لومړني بيان کې ويلي، چې دوى په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو پر ضد د جهاد لپاره سره يو شويدي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تیرشه مازدیګره", "output": "تيرشه مازديګره سکندرافغان تير شه مازديګره دجانان سره مې شپه ده سروشنډو كاكل اوله پېزوان سره مې شپه ده ورك كه مې جانان شې دخپل ځان سره مې شپه ده تيرشه مازديګره دجانان سره مې شپه ده ليري له وطنه بيابان سره مې شپه ده باداوسپينې واو� �ې له باران سره مې شپه ده تيرشه مازديګره دجانان سره مې شپه ده چاويل چه ښكاره ده دهجران سره مې شپه ده پرېمېږده اوميده دآرمان سره مې شپه ده تيرشه مازديګره دجانان سره مې � �په ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کشميرى کډوال په حق رسيدلى دى .", "output": "د يونما چارواکو منلې ده چې کشميرى کډوال چې ددرملنې له پاره تاجکستان ته ليږدول شوى وو د تيرې يکشنبې په ورځ مړ شوى دى . دغه کشميرى ځوان څو ورځې وړاندې په رڼا ورځ په کابل کې د يونما دفتر ته مخامخ ځان ته اور اچولى وو . ددغه کشميري يو شمير انډيوالان چې په کابل کې په يو کرايى کور کې ژوند کوي ديونما چارواکى د دغه کشميرى کډوال په مړينه کې تورن او پړه وبلل . د يونما يو چارواکى د دغه کشميرىکډوال د مړينې په هکله خپګان وښود ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف احمدي: د قیصار ولسوالۍ د امنيت آمر مو وواژه", "output": "د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدي نن وویل چې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیت امر عبدالرب او د هغه دوه ساتونکی ېې په یوه کمین کې تیره شپه وژلي دي . د بینوا ویب پاڼي د فاریاب له امنیه قوماندان خلیل اندر ابی سره د دې پیښي د پخلي په اړه اړیکه ونیوله خو هغه دا تورونه بی اساسه وبلله او یوازی د برید تاید یی وکړ نه د انداربي د م ړیني ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابینې په وزیرانو د احتمالي ځان وژونکو بریدونو خبرداری", "output": "فرمان شاه د ولسم� �ر حامد کرزي د کابینې وزیرانو ته د ملي امنیت ریاست او کورنیو چارو وزارت له خوا د شنبې په ورځ خبر ورکړ شو چې دولت ضد وسله وال پلان لري د کابینې په وزیرانو ځان وژونکي بریدونه، مسلحانه بریدونه او د تښتولو په منظور بریدونه تر سره کړي.د ملي امنیت په اداره کې د برجسته رجالو د امنیت ساتلو څانګي یوه چارواکي د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط بینوا ویب پاڼي ته وویل چې وزیرانو ته دغه خبر په مکتوبي ډول ورکړل شوی دی.س� �چینې ویلي چې د دوي څانګي د کابینې له ټولو غړو غوښتي چې د خپلو دفترونو، استوګن ځایونو،او تګ را تګ پر مهال د م وټرو کلک امنیت وساتي که نه نو د احتمالي ناوړه پیښو د رامنځ ته کیدو له مسولیت څخه دوی خلاص دي، ویل کیږي چې په یو شمیر وزارتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او پولیسو او امنیتي ځواکونو هرې خوا ته پیرې او ګزمې زیاتي کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داستان", "output": "داستان را شــــــــــه واره عجيبه غوندې داستان په لوستــــو او اوريدو به يې شى حيران نوم يې نه اخلم چې رسـوا به شى عالم كې د ليـــــــلي نامه به وركړم ښه په خوند كې يوه ورځ ليـــــــــــــــــــــلى دفتر ته وه روانه د ترور لور يي ورسره راتله چســـــــــــپانه ليــــــــــــــــلي كله چي دفتر ته شوه قريب م وتر ودريد تري راټوپ كړه بدنصــيب راغــــي ودريده لــــــــــيلي ته لاس په نام په سپين مخ يي اوښكي تلي لكه باران ده لــــــيــــلي ته كړه د ميني سوال زا� �ي راشــــــــــــــــــــــه ومنـــــــــه خبره د دوستي لــــــــــــ� �ـــــيلـــــي هم له ډيره شرمه ژړيدله پــــــــــــه حالـــــت د هغه ځوان نه ځوريدله خداي راپيښ كړه پدي وخت كې يوغماز هغـــــــــــه يي ونيوه له ګريوانه دي خناس غـــــمـــــــــــاز وكړلو هلك ته څوګواښونه د هلــــــــــــــــك پرمخ راتله اوښكي رودنه ليلي غلي مجنون خوري كلك ګذارونه هرګذار ســـــــــــــــــ� �ـره زهير كړې فريادونه اباسين زهير د شپې دولس بجې 25_1_2009 كابل خير خانه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښیرې (۱)", "output": "د لمبو کلی له ټولګی نه ستا جنت جنت وطن ته ،زه دوزخ، دوزخ اور غواړم لکه خپله ورانه خونه ، ستا محل هم نسکور غواړم ورور دې ودراوه ورور ته ، خپل بچی دې په ب� �ار مړ کړ ستا په کلي لوی شیطانه،تر دې بدلا څه نور غواړم حضیره دی هره لویشت کړه ،هره تیږه دې شنا خته تاته هم په هر څپک کې ، ستا بچیو ته ګور غواړم زما په پاکه خاوره راغلل ، ستا ناولی � �اکټونه ستا په خپل ناولي بڼ زه ، د محشر شر او شور غواړم د فساد په نېلي سپوره ،د ګناه د ملک باداره ستا د کبر خونی غاښ ته د افغان د مټ زور غواړم چې آزار ئې چا اخیستی ، ورته اور په لمن پروت دی ستا د خپل تر بور په شانی ، تاته هم دا پیغور غواړم دافغان د پګړۍ ولونه ، هر غلیم ته زولانې دی انتقام کی ئې د وینو دغه دار درته خپور غواړم ۱۹۹۸/۱۱/۲۶ (۱)دا ښیری بیل کلینتن ته زمونږ په وطن د هغه د راکتی حملی له درده لیکل شوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سولي د ګډې جرگي د بيا پیلیدو په باب پاکستان ته د افغان پلاوي سفر", "output": "د افغان دولت یوه شپر کسیزه پلاوی پرون ناوخته د پاکستان مرکز اسلام آباد ته ورسید. دا پلاوی به د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولي د گډو جرگو د لړۍ د بیا پیلیدو په باب له پاکستاني لوري سره خبري وکړي .ټاکل شوي چې د سولي د گډي جرگې راتلونکي ناسته د رواني عیسوي میاشتي په 27مه نیټه په اسلام آباد کې جوړه شي . انگیرنه داسي ده چی د پوهني نوی وزیر فاروق وردگ به د دې جرگې مشري کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درې تنه لارۍ چلوونکي وژل شوي دي", "output": "کندهار ١٣ وری ١٣٨٤ پرون د کندهار ولايت د سپين بولدک په سيمه کي درې تنه لارۍ چلوونکي هغه وخت ووژل شوه کله چي يې امريکايي پوځونو مواد رسوله ، او مشکوکو طالبانو کمين ورته نيولی او يرغل يې پر وکړ . څلورم چلوونکی وښتېد او چاروکو ته يې وويل چي څلور کسان د سړک له يوې ګوښې راووتل او ډزې يې پيل کړې . طالب اورپکو لا پخوا د هغو چلوونکو چي امريکايي ځواکونو سره کار کوي يا يې ترانسپورټي موټرونه چلوي د وژنو پړه پر غاړه اخستې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیا: د حکيم تڼيوال د وژني اصلي طراح نیول شوی", "output": "د ملی انیت اداره وایی چی د پکتیا د پخواني والي حکیم تڼیوال د وژني په تور اصلی کس یې نیولی دی. افغان څارگره اداره وايې، دغه سړى احمدا� �له نوميږي او دپاکستان دپوځې استخباراتو د سازمان جاسوس د ي او د 58 افغانانو په وژلو کی لاس ل� �ي. احمد الله د حکيم تڼيوال پرخلاف په بريد سربیره دخوست ولايت د ټنيو په ولسوالۍ کې د تڼيوال دجنازي د ښخولو په مراسمو باندې بريد هم طرح کړی وو. د ملی امنیت ادارې وویل چی دی کس په پکتیکا، غزنی ، خوست او پکتیا ولایتونو کی په ګڼو چاودنو کی لاس درلود.ملی امنیت ادارې همدا راز ویلي چې احمد الله اعتراف کړي دي چې دپاکستان پوځي استخباراتو ISI ته يې جاسوسي کوله او دوه ميا� �تي يې د پاکستان د ټل سیمه کې د ISI دکارکوونکو نورمنګل ، منور او زرين تر نظر لاندې يې دچاودونکو موادو ځاى پرځاى کول ، ماين ايښودل او د ځانمرګو بريدکوونکو د روزنې لارې چارې زده کړي وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوه روحي يو وجود", "output": "دوه روحي يو وجود لیکوال: ديدارګل ستړې ستومانه � �اغله . له دروازې دننه یې ښي لاس ته پراته کټ ته دوه دری ګامه واخیستل ،ددېوال خواته یې وکتل زړه یې ورېږدېده ،دشمې په تتې رڼاکې یې په هنداره کې څوک سم ونه لیده ښه وروړاندې شوه ،داسې ورته ښکاره شوه لکه هغه هم چې و� �ته رانزدې کېږي ،اسوېلی یې وکړدهندارې مخ تت شوهغه سترګې ترې لږفناشانتې شوې، کومې چې دې ته رانږدې شوې وې له ځانه س� �ه وګوڼېده . ٫٫رنګ دې ورک شه دادومره وخت چرته وې٫٫ اوبیاترېنه غږژړغونی شو٬٬اوس چې زه دمرګ په بسترپرته یم نوراغلې!؟ مخ ته یې لاسونه ونیول اوپه پالنګ ورپرېوته لږسات وروسته یې معصومې اوپاکې سترګې دهندارې په لور ورواړولې اوس به هم نه راتلې تانه خوراته داسپوږمۍ ښه ده، هېڅ چرته رانه نه ځي . په لوپټه یې مخ پټ کړ خوزړه به څوک په واک کې کړي لږ،لږبه ترېنه وروکتل شول راپاڅېده شمه یې وژله خومرګ ترینه ونه شو. ځان ته له سزاورکولو یې خوندواخیست ،په مات بنګړي یې خپل مړوند، چې دمرګ دباچا به هم پرې زړه ونه شي ،پرې کړ .ودرېده لاس یې وروغځوه اوپه وینویې دتلي جانان مخ پټ کړ.چغه یې کړه نه!نه!هندارې دې مړې شي ستامخ خودفنا� �پاره نه دی پېداتاخودسپوږمۍ په مخ کې ماته دژوندنوم ښودلی وه .داینې مخ ته یې اوبه وروشیندلې یومخ پکې ښکاره شو داسې ورته ښکاره شوه لکه مرګ اوژوندچې ددې په لاس کې وي.دمرګ وېرې په مخه کړې یوې پاکې پرښتې په خپل تېرژوندپسې و� �وکتل له کنډوه دفناشوي جانان په ستنه کاته وریادشول اوبیاخپل دکلونو،کلونوانتظارته حېرانه شوه ،په چغو،چغویې وژړل اوژوندته یې ددوزخ په نوم غږونه کول خپل سیوري ته یې وکتل اوپه خبروورسره بوخته شوه : (ای !ای تاته وایم !)چې غږیې ورځواب نه کړ،نویودوه ګامه یې پسې ورواخیستل اوچې هغه هم تر ې لږلرې شونوبیاپه خپل ځای ودرېده نه!نه!له مانه مه ځه همدومره لرې رانه ودرېږه اوخبرې هم راسره مه کوه خو.... خوای تاته وایم !انسان په مینه نه ارزي زه له لمرخاته نه دسپوږمۍ تر راختوپورې په دې سوچ کوم چې دیوه لازواله اووفادارمخ لوری مالوم کړم که په ګوتوراشي که رانه شي خوکه یوه پلوشه یې هم ووینم نوترهغې به ورپسې منډې وهم چې ترڅویوموټی خاوره شم اوبیاچې کله زه بې احساسه شم بیامې دې دژوندددوزخ دلمبوپه سرودوړوي .خپل سیوري ته یې شاکړه خومخې ته یې چې و� �یدنوڅه پروایې ونه کړه په پالنګ ورپرېوته ښه ډېره وټوخېده اوبیاراپاڅېده دتلي جانان دمخ تماشې ته یې زړه و� �وهندارې ته ودرېده خپل ځان ته یې ښه ډېر وکتل جانان ورته دنورودروح په تنده کې ښکاره شو ،له یوې زورورې چغې و� �وسته یې هغه کاڼی چې دې ورته دوجودورکولو هڅه کوله دهندار ې په لورورګوزارکړپرې ورپرېوته له خولې یې وینې � �وانې شوې اودتکړې ،تکړې هندارې له لاسه یې په تندي لاس راکاږه ښه ډېر یې ورته وکتل دخپلې برخې جانان ته خویې په ژوندون دسپوږمۍ په نورپه ړندوشویوسترګوونه شوکتلای خوپه فضاکې یې دخپې برخې اخري ساه هم ترستوني تېره کړه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کې د سرحدي امنيت په اړه دری اړخيزه غونډه", "output": "د افغانستان ، پاکستان او ايساف ځواکونو عالي رتبه چارواکو په کندهار کې غونډه وکړه .په دې دری اړخيزه ناسته کې د افغانستان او پاکستان د گډي پولي په امنيت خبري وشوي. په دې دری اړخيزه نوبتي غونډه کې چې کوربتوب ېې د افغان ملی دفاع وزارت پر غاړه وو د افغانستان له اړخه جنرال غلام علی وحدت او د قندهار د 205 اټل قول اردو قوماندان جنرال گل اقا نايبي گډون درلود .د ايساف ځواکونو يو چاپي بيان کاري چې غونډه والو د افغانستان او پاکستان په گډه پوله کې د لا ښه امنيت د ټينگښت په موخه يو د بل نظريات واوريدل او د لازمو اقداماتو په لارو چارو ېې هم بحثونه وکړل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان بحران: خارجی لاسوهنه او داخلی عوامل", "output": "د افغانستان امنيتي وضع ورځ په ورځ په خرابيدو ده او په لنډو کې د ښه والي هيڅ اثار نه ليدل کيږي - که د ترهه ګرو له خوا ځان مرګی بريد وي او که د ايتلافي قواوو له خوا د ترهه ګرو پر ضد بريد زيات قربانيان یي بيا هم بې ګناه افغانان دي ـ که څه هم داسی ویل کیږي چې په هیواد کی د خارجي قواو پر ضد روحیه ورځ په ورڅ پياوړې کيږي خو دا حقيقت دی چې په ځينې سیموکې دا څه نا ځه امنيت او ثبات په نظر راځي هغه هم ددوي له کبله دی او د دوی نه موجودیت هېواد بیا د یو نه جبران کيدونکې انارشۍ اوکورنۍ جګړې سره مخامخ کولې شي ـ دا خبره ولسمشر حامد کرزي هم په صراحت سره کړی او اکثر هیوادوال هم په دې قانع دي- موجوده ادرې تر اوسه داظرفيت نه دی تر لاسه کړی چه خپل حاکميت په پوره ډول مسلط او یا ثبات تامین کړای شې- هغه څوک چې په موجوده حالت کې د ايتلافي قواوو د وتو خبره کوي یاخو دا حقيقت نشي درک کولی او يا د پرديو د لمسون ښکار دي ـد تیرو څو مياشتو راهیسې د پاکستان حکومت د امريکې او ناټو له خوا د زیات فشار لاندې راغلی تر خو د ترهه ګرۍ پر ضد خپلی هلې ځلی لا زياتی کړي- د امريکې کانګرس چه اوس پکی دیموکرات ګوند برلاسی دی په ولسمشر بش انتقاد لری چه ولې یې د پاکستان سره رويه نرمه ده په داسی حال کی چې نوموړی هېواد په پوره ډول د ترهه ګرۍ مخنیوی نه کوي - ولسمشر کرزی دهیواد د نا ارامیو مسوولیت په پاکستان اچوي خو پاکستان وایی چی ترهه ګري د افغانستان داخلی مسله ده او او د دولت دبی کفایتۍ نتیجه ده خو تیر کال د اکتوبر په میاشت کی دپاکستان ولسمشر دا ومنله چی ترهه ګر د پاکستان څخه افغاستان ته ورننوځي او دا یی هم زياته کړه چی شاید د استخباراتي اداری ځینې متقاعد چارواکې هم ملوث اوسي ـ دغه راز څرګندونو د پاکستان حکومت د سوال لاندی راوستې چی ولی د داسی فعالیتونو مخه نه نیسي - بل طرف ته دا هم ویل کیږي چی شاید د پاکستان حکومت د افغانستان په باب هم نظر نه وی او ځینې حلقی د جنرال مشرف د ترهه ګرۍ په ضد په پوره ډول د مبارزې مخه نیسي -دا نظرکه رښتیا وي او که نه خو دا حقیقت دی چی د پاکستان د استخباراتي اداری روابط د افغانستان د مذهبي ډلو سره د شهید سردار داود خان د وخت نه موجود وو ـ او عجیبه خو دا ده چی نن سبا په پاکستان زیات انتقادات د افغانستان دهغه ډلو مشران هم کوي چی پخپله د پاکستان پیداوار دي او د دوی شهرت او شخصیت د پاکستان د هر راز مادي او معنوي مرستو نتيجه ده ـ په ډيورنډ لاین باندې داغزن تار لګول او د ماينونو ښښول د تیرو څو میاشتو راهیسې د سخت بحث موضوع ګرزیدلی چه په ملې او بین المللي توګه ورسره مخالفت ښودل شوی او د ترهه ګرۍ دمخنیوي په خاطر یو غیر موثر ګام بلل شوی دی - که څه هم دضد بشری ماینونو پر ضد دنړیوالی ټولنی د موقف په مقابل کې پاکستان ونتوانید چی په پوله ماینونه ښښ کړی خو په بعضو برخو کی ېې اغزن تار ولګوو- د ډیورنډ لاین د تاریخي حیثیت له کبله دا فغانستان لپاره د سيم ښاردار لګول د مانونو ښښولو نه زیات د توجه وړ ده ـ د پاکستان چې هر هدف وي خو د پاکستان منورینو او سیاسیونو هم دی عمل سره مخالفت ښودلی - بل طرف ته د افغانستان حکومت هم د سیاسي بصيرت او سیاسی جرأت د نشتوالې ښکاردی- دا چې د ریاست جمهوري اوپارلمان لپاره ټولټاکنې په صلح امیز ډول تر سره شوې او خلکو کې یي جمهوري شعور پیدا کړی مثبت ګامونه دي خو اداری فساد ،لاقانونیت ،جنګسالارۍ او د نشیي توکو قاچاق د دولتی ادارو دجوړولولپاره د کوششونو مخه نيولې -تقريباً پينځه کاله کيږي چې د طالبانو رژیم ړنګ شوی او د هیواد د بیا رغوونې لپاره په ملیاردونو ډالره مرستې شوي خو د هیواد د اقتصادي ، اجتماعي او زیربنايی پرمختګ په شکل کې نه لېدل کيږي - باید په ډاګه وویل شي چې د هیواد موجوده وضع د خارجې عواملو سره سره داخلي فکتورونه هم لري چې خارجي عواملو ته يی زمینه مساعده کړې- دمثال په ډول د هیواد په جنوبي او شرقی سیمو کی د بیا رغوونی کارونه د نشت برابر دي - غربت او اقتصادي مایوسۍ ځوانان دی ته اماده کوي چې د شومو تبليغاتو ښکار شی- دا رښتیا ده چې موجوه اداره په یو ډیر مشکل او حساس وخت کی هیواد رهبري کوی او باید ملي وحدت تامین وساتي خو د هیواد قومي جوړښت په پوره معنا باید په نظر کی وساتل شي او د ملي وحدت په خاطراکثریت او د هغوی هویت قرباني نشي ـ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوات او کابل", "output": "سوات اوکابل لیکوال: ایمل پسرلی زما څوکۍ د کړکۍ خواته وه . څنگته مې نجلۍ ناسته وه . هغې د مخامخ څوکۍ ترشا د تلويزيون پر شيشې لاس واهۀ . ما واردمخه پر تلويزيوني چاينلونو زړۀ ستړى کړى و . دې ته مې وکتل . لکه چې د کوم ښه فلم په لټه کې وه . د پېلوټ غږ شو . ويل يې الوتکه به په څ ومره لوړوالي له کومو هيوادونو لندن ته خوځي . د دۀ د غږ پر وخت د تلويزيون شيشه ودريده . نجلۍ لا هم پر شيشي لاس واهۀ . په انگريزي مې ورته وويل :- تر څو چې پېلوټ خبرې کوي دا شيشه کار نه کوي .دې راته وکتل . پوه نه شوم چې مننه وه که راته ويل يې چې دا هم پوهيږي .غنم رنگې وه . سترگې يې کوچنۍ وې . خولۀ يې هم وړه وه . شونډې يې سرې کړې وې . داسې راښکاره شوې لکه د هندوې پر تندي تپل شوى سوندور . ومې پوښتله :- لندن ته ځې ؟بيا يې راته وکتل . په لږ ځنډ يې سرې کړې شونډې سره پرانيستلې :- دا الوتکه خو څه پاکستان ته نه ځي ؟غصه را ښکاره شوه . بې چورته مې ځواب ورکړ :- زۀ د پاکستان نه يم .دې څه ونه ويل . ورته ټينگ شوم :- ولې دې پاکستان ياد کړ ؟نجلۍ د تلويزيون په پردې بوخته پاتې شوه .څه يې ونه ويل . ومې پوښتله:- ته لکه چې پاکستانۍ يې ؟- د سوات يم .- اوووو پښتنه يې .راته ويې کتل . دا وار يې په پښتو راته وويل : - غلى کيږې نه ؟وشرميدم . مخ مې واړاوۀ . الوتکه په خوځيدو شوه . تر هغو چې پورته کيده غلى وم . چې ښه پورته شوه او د دوبۍ له ښاره ليرې د سمندر پر سر رهي وه ومې ويل :- سمندر له دې ځايه څومره کرار ښکاري .نجلۍ بيا هم څه ونه ويل .ورته ومې کتل . نيغ نيغ مې ورته وکتل . تر څو شېبو مې په کيسه کې نه وه . خو زما پرله پسې کتلو لکه چې اړه کړه . مخ يې راواړاوه:- څه دي ؟- جنگ دى .- د څه شي ؟- زه څه خبر يم . ته راته وايه .مخ يې بيرته واړاوه . پر ځاى ودريدم .- تشناب ته ځم ، لار راکړه .نجلۍ له ځايه پورته شوه ، له څوکيو دباندې ووته . زۀ له څ وکۍ ووتم . ضرورت مې نه لارۀ . يوه شېبه د څوکيو ترمنځ په لاره گۍ کې وگرځيدم . چې راستون شوم دې لا هم تلويزيون ته کتل . راته ودريده . له څوکۍ ووتله په لاره گۍ کې ودريده .لار يې راکړه . په خپل ځاى کښېناستم . دا هم خپلې څوکۍ ته ستنه شوه . ورته ومې ويل : - که دا الوتکه ولويږي دواړه به مړه شو .دې هيڅ ونه ويل . بيا مې شروع کړه:- ستا چې په ژوندوني دغه حال دى په مرگ خو دې والله که عنکر و منکر ( نکير منکر ) دوى هم وغږوي .موسکه شوه . خوند يې راکړ :- نوم دې څه دى ؟- ولې ؟- ولې نه ، که راسره يو ځاى مړه شې خبر خو دې يم چې له کومې ببو سره يم .- ته نه مرې ؟- ولې پخه مې راوړې ؟- ته څومره خبرې کوې ؟- لا خو ژوندى يم که نه .- زه څه ويل نه غواړم .- ته يې مه وايه زه خو يې وايم . راته ويې کتل . ما خپلې وريځې پاس کش کړې لکه ورته وايم چې ځان ټينگ کړه . دا غلې وه . ما ورته وويل :- زۀ لندن کې اوسيږم . کابل ته تللى وم . دا دى اوس بيرته د مساپرۍ ژوند ته ستنيږم . ه� �ته يوازې يم . - زه څه خدمت کولى شم ؟- ته خو سمه ډک ټوپک يې ، له سواته ولې راتلې ؟په خندا شوه . خندا يې لکه چې له قهره وه . ويې ويل :- ته څه غواړې؟- اممممممم هيڅ هم نه غواړم . مطلبي نه يم .- نو بيا غلى شه .- ولې څوک چې څه غواړي هغه به خبرې کوي ؟- زۀ غواړم ووده شم ما پريږده .- سمه ده ويده شه زه به درته گورم .نجلۍ برگه شوه :- مطلب دې څه دى ؟- ښه نه به درته گورم .دې سترگې پټې کړې . څوکۍ يې شاته پورې وهله . تر ډيرو غلې وه . د ډوډۍ پر وخت يې سترگې رڼې کړې . و� �ته ومې ويل :- ومې نه خوړې خو ډير مې درته وکتل .ويې خندل . ومې پوښتله :- نه ښکلې يې ، نه مهربانه يې خو ولې ښه راباندې لگيږې ؟- ته ليونى يې .- ته هم په سر کې نه يې .- څو ماشومان لرې ؟- ماشوم به څرنگه ولرم چې هرې پېغلې ته ورنژدې شم په تندي يې ١٨٠ ليکلي وي .- وادۀ نه لرې ؟- نه .- څه کار کوې ؟- په يوه دوکان کې کار لرم ، ته څه کوې ؟- سبق وايم .- د ماشومانو پلار خو نه لرې ؟په زوټه يې وخندل . :- نه ماشوم او نه يې پلار شته .- دغه ده چې داسې مرچکۍ يې ؟- بس که نو .- سمه ده اوس به نو زه ويده شم .- ولې ؟- کله د ابا وار وي کله د ادې .- کابل ځکه نه جوړيږي چې ستا غوندې ليوني پکې دي .- زه ويده يم .- که دا جهاز ولويد او مړه شو .- ښه خبره ده په خوب کې به مړ شم پوى به نه شم .څه يې ونه ويل . ماته د رښتيا خوب راغلى و . يو وخت يې زما پر اوږه لاس کېښود . غږ يې پوست و :- پاڅيږه رارسيدلي يو اوس به جهاز کوزيږي .- ته لا دلته يې ؟ويې خندل . خندا يې له زړۀ راښکاره شوه . چې الوتکه کښېناسته � �اته ويې ويل :- ژوندي راورسيدو .- اوس مړه نه شې ؟- مطلب دې څه دى ؟- خو لاړه به شي ، لندن د غوايي کولمه ده څوک به دې پيدا کوي ، د موبايل نبمر درسره شته ؟- څه پرې کوې ؟- کابل او سوات يو کوم.- په لندن کې ؟- نه په جيهلم کې ، خود په لندن کې .- نمبر وليکه . د ٢٠٠٩ کال د جولاى ٢٤ مهد لندن په وخت د ماپښين پاو کم دوه .د اماراتو الوتکه له دوبۍ د لندن په لور ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لغمان: له طالبانو څخه به هرو مرو خپل غچ واخلو", "output": "نن د پنجشنبې په ورځ په لغمان کې ملی ماتم دی د کندهار د میوند ولسوالۍ څخه د تښتول شویو ٢٧ ځوانانو د وژنې پرضد په لغمان کې قه� �جنه مظاره وشوه . لاريون کونکو د طالبانو پر ضدشعارونه ورکول. هغوی په خپلو نارو سرو کې داسي ویل: مړ د وي ملا عمر، مړه د وي القاعده او مړه د وي بهرني مزدوران . د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د طالبانو � �خوا دوژل شويو کسانو جسدونه د چهارشنبې په مازدیگر لغمان ته راوړل شول، لاريون کوونکيو په سرخکانو کې مړي د سړک په منځ کې ايښي ول او دکابل جلال اباد لويه لاره يې د تگ را تگ پر مخ تړلې وه. د عبدالله جان په نامه یوه لاریون کونکي چې ژړل ېې د بینوا ویب پاڼي سیمیز همکار ته په مهترلام کې وویل چی وژل � �وي ټول کسان ایران ته د مزدورۍ لپاره روان ول او له دولت سره ېې هيڅ راز اړیکی نه لرلي . طالبانو وویل چی وژل شوی کسان د ملی ا ردو سرتیری ول . عبدالله جان او ورته په سلگونو نورو کسانو گواښونه کول چې اوس به دوي � �ه طالبانو څخه خپل غچ هرو مرو اخلی او د هغه پر وینا ظالمان باید د دوي گزارونو ته په تمه وي. &nbs; p; د ملی پوځ سرتیري د وژل شویو لغمانیانو تابوتونه را ښکته کوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحريک مشرتابه ته", "output": "د افغانستان د طالبانو د اسلامي تح� �يک مشرتابه ته! ; اسلام عليکم ورحمت الله و برکاتهڅرگنده ده چې تاريخ د وخت په غېږه کې د هر ډول کړو وړو کيسه ژوندۍ ساتي او که څوک هر څومره خپله څېره پر بله بڼه واړوي، برياليتوب ته نه رسېږي. داسې د افغانستان پر خلکو بېلابېل ازمېيښتونه وشول، دا چې څ وک، څوک دي او چا څه کړي!؟ پر دغه اړخ مو ډېر سر نه خوږوم، ځکه هر څه بربنډ دي؛ زه د يوې بلې اندېښنې سپيناوي غواړم.د ١٣٨٨ هـ ل کال د غبرگولي پر درېيمه زه، په افغانستان کې د الجزيرې ټلويزيون مشر سامر علاوي، افغان ژورنالېست حميدالله محمدشاه او له کېمره مين او موټر چلوونکي سره له کونړه د نورستان ولايت مرکز پارون ته د سيمه ييزو ستونزو د رپوټولو لپاره روان وو چې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ په سينزو کې مو ناڅاپي موټر ته راکټونه م خامخ شول. زموږ له هر ملگري څخه څو کسان راچاپېر شول او پر وهلو ټکولو له موټره ښکته کړل شو.د دغې ډلگۍ مشر چې گل زمان پتنگ نومېده، له هر گوزار سره شپاړلس کنځلې کولې، زما دوه ملگري سامر علاوي او حميدالله په اسلامي ع� �ومو کې پراخ معلومات لري، څو ځايه يې ورته وويل چې که رښتيا هم تاسې د جهاد په نوم له کوره راوتلي ياست، نو د جهاد اصول خو دا نه دي؛ خو پتنگ اسلام ته هم سپکې سپورې ويلې او موږ هر يو ته يې د کافر نوم اخيسته. تر پوره ځورونې او وهلو ټکولو وروسته په داسې حال کې چې زموږ جېبونه يې هم چور کړل. پيسې، ټېلېفونونه، کېمره او نور سامانونه يې � �اڅخه واخيستل او بيرته يي خوشې کړو موږ فکروکړچې داگوندې غله اوډاکوان وو خوستاسې وياندذبيخ الله مجاهد ومنله چې دغه ډله دطالبانوخلک دي او له تاسې څخه به اخستل شوي وسايل هم ډيرژرتاسې ته وسپارل شي له دې پيښې څو ورځې و� �وسته همدغې ډلې يوځوان محصل ونيوه اوڅوورځې يي وزوروه له ډيرو خلکومې ورته نورې کيسې هم واوريدې خونوې خبره داده چې ماته يي داگوت څنډ نه هم وکړه که بيا مو دخبريالۍ په نوم ونيولې سر به دې پرې شي يواځې داکيسه نه بلکې په ډي� �وسيموکې داسې پيښې شوي هوصاحبانو!ريښتنى ژورنالست دهيچا دشخصى گټولپاره کار نه کوي زه به ستا په گولۍ ويشتل � �وې نښه هم نړۍ ته په ډاگه کوم اودهغودچورلکوپه بريدونودقربانيان غږهم ځکه ما اوس دخپل ژونديوه موخه دحق او� �يښتياو دسپړلولپاره گرځولې خوهغه نوم چې تاسې يي ځان ته واياست هسې نه دميلونونومسلمانوچيغه درپسې پورته کړي دمجاهد نوم داپه اسلام کې يوډيرسپيڅلې نوم دې اوکه له دغه نوم څخه ناوړه گټه اخستل کيږي نوداسې خوجنرال دوستم اويوشميرنور هم خپلومليشوته مجاهدين وايي ستاسي اودهغويي ترمنځ کوم واټن شته اوکه يا؟ بله داچې ستاسې دغه کړنې به ستاسې دمشرملامحمدعمرمجاهد هغه خبرې بې بنسټه کړي چې پکې په هيواد کې ديوه شرعي نظام دجوړيدو دعوه کيږي ځکه داسلامې نظام واکدار اودعوگير به هيڅکله هم له اسلامي تگلارې گام په بله نه ږدي او نه غواړي نړۍ ته خپل دين،کلتوراوملي ارزښتونه بدنام کړي .غواړم زما دانديښنوځواب ستاسې وياند داسې وکړي چې مخې ته يي دپوښتنې ټکى پاتې نشي ; درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "زلفې دې کږي نه شوي ایله سولې بیا مې تلوسې بې حوصله سولې تیره شوي په ترڅ دې راته وکتل ودې خندل بیا کږه وږه سولې زه دې دراتلو لاره کې ګل ومه نه دې کړمه بوی اونه دمه سولې ما چې ستا په مینه کې ساه ورکړله ته مې مسیحا دژوندانه سولې ما باڼه پر لار درته فرش کړي وه ته ولاړې په زړه کې مې دیره سو� �ې ولاړه ځواني تیره سوه بیا نه راځي ډیرې ارزوګانې مې لمبه سولې زه دې م نندوی شومه شاکر شومه ته چې مې پر سر باندې سایه سولې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د چپرهار امنيه قوماندان ووژل شو", "output": "د ننگرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ امنيه قوم اندان ډگروال قيوم همدرد نن په يوه چاودنه کې ووژل شو . دا خبر د نوموړي ولسوالۍ ولسوال سید محمد پهلوان په سيمه کی د بینوا ویب پاڼي خبريال ته وکړ . د پهلوان پر وینا چې په دې برید کی یو بل پولیس هم ژوبل شوی دی .چاودنه سهار لس بجی د یو ریموټ کنټرول بم پر مټ رامنځ ته شوي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند : ١٠ وسلوال طالبان ووژل سوه", "output": "احمد لودين په هلمند ولايت کي دلسو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل سو د هلمند دوالي وياند محمد داوود احمدي وايي چې ٧ طالبان په نوزاد ولسوالۍ کې د تېرې ورځې په عملياتو کې وژل سوي او پنځه نور ټپيان سوي دي . هغه وويل چې د (کوبراقهر) په نوم دغه عمليات د اردو، ملي پوليسو، امريکايي بحري ځواکونو او انګليسي سرتېرو په ګډون، چې شمېر يې زر تنو ته رسيږي، درې ورځې مخکې پرلاره واچول شول. احمدي زياته کړه چې دعلمياتو په ترڅ کې ګډو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى. په يوه بله امنيتي پېښه کې د ٣ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل سوى دى. د هلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وايي چې دغه درې طالبان تېره شپه هغه مهال ووژل سول ، چې د هلمندپه مرکز دلښکرګاه په ختيځ کې يې پر امنيتي پوستې د بريد تابيا درلوده. شيرزاد زياته کړه چې پوليس له دغه پلان څخه خبر و او له هغوى مخکې يې بريد وکړ او جګړه ونښته. امنيه قوماندان وويل چې د يوتن وسلوال طالب مړى په سيمه کې پاتې او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى. خو طالب وياند، خپلو کسانو ته دمرګ ژوبلې اوښتل ردوي او وايي چې په هماغه سيمه کې يې يو رنجر موټر دسړک دغاړې دماين په چاودنه کې ويجاړ کړى او ٤ پوليس يې وژلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بلخ: د پنبې حاصلات د تیرو دریو لسیزو پرمهال بي ساري وو", "output": "میرویس جلالزي د افغانستان د بلخ ولایت د مالوچود فابریکې چارواکي وایې چې د تیرو دیرشو کلونو په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات بي ساري ډیر شوي دي او اصلي لامل یې د پنبې بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو ویشل وو. د بلخ ولایت د مالوچو د فابریکې تخنیکي مسول ښاغلی براتي وایې چې دوي پلان لري چې سږ کال ۳۰۰۰ ټنه پنبه له بزګرانو څخه د بازار تر نرخ لوړه وپیرې تر څو په دې سره له یوه لوري بزګران تر اقتصادي ملاتړ لاندي ونیسي او له بل پلوه د پنبې کښت ته خلګ وهڅوي. د براتي د وینا له مخې چې یو ټن پنبه دمګړۍ په تور بازار کې په ۲۸۰۰۰ افغانی پلورل کیږي خو دوي له بزګرانو څخه یو ټن پنبه په ۳۰۰۰۰ افغانی پیرې او تر اوسه پوري یې ۵۰۰۰ ټنه پنبه را ټوله کړي ده. پنبه د افغانستان د هغو محصولاتو څخه شمیرل کیږي چې د افغانستان شمالي او جنوبي سیمې یې د کرلو لپاره ډیري مناسبې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يو پنځوس كلن وګړي پر يوي شپږ كلني انجلي باندي دجنسي تيري په تور ونيول سو .", "output": "په كندهار كي يو پنځوس كلن وګړي پر يوي شپږ كلني انجلي باندي دجنسي تيري په تور ونيول سو .دكندهار دامنيه قوم انداني مرستيال محمد شاخان دپنجشنبي په ورځ خبريالانو ته وويل دوي يو پنځوس كلن كس چي پر يوي شپږ كلني انجلي باندي يي په زور سره جنسي تيري كړي وو نيولي دي . .محمدشاخان وويل چي تورن كس عصمت الله نوميږي او دكندهار ښار دشكاپور دروازي اړوند د د ه خټي دسيمي اوسيدونكي دده په خبره چي دميرويس روغتون د طبي څيړنو و� �وسته دا څرګنده سوي ده چي پر ماشومي زرغوني رشتيا هم جنسي تيري سوي دي .د زيانمني زرغوني مور چي پر پيښه سوي موضوع يي ډير افسوس كوي او له سترګو يي اوښكي بهيدلي له دولته يي په ټينګه غوښتنه كوله چي تورن عصمت ا� �له ته دي سخته سزا وركړل سي او د اعدام سزا دي پري عملي سي .ديادوني وړ ده چي په جنوب لويديځه حوزه او په ځانګړي ډول بيا په كندهار كي دا ډول پيښي نه دي سوي او دا لمړي ځل دي چي پر دومره ماشومي انجلي باندي د ډير عمر درلودونكي كس جنسي تيري كوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نكريزې", "output": "کېنه چې شيبې دې اختريزې کړم پاڼې د ګلاب درته نکريزې کړم تاومې کړه له غاړې نه رڼې لېچې پرېږده چې هيندارې ماښاميزې کړم دا ځل که په سره شړۍ کې راغلمه نجونې د ښاريو به غرييزې کړم خدای که مې همداسې شرنګ کې وساتي ډېرې زمانې به سندريزې کړم ګرځمه جلان د ترنم پر غرو مړې سترګې ديار چې څلوريزې کړم يادونه! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نشنل پوسټ :ملاضعيف د سعودي خبري د سولي نه بولي", "output": "سرچينه: National post په پاکستان کی د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعيف، واېې چې دغه خبري باید د سولي مذاکرات ونه گڼل سي او دا خبري په نهايت کې سړی یو ښه پیل بللای سي. د روغې جوړې دپاره، د افغانستان حکومت او د طالبانو مشرانو خبرې په دې ورستیو کې تودې شوي دي . رسنۍ واېې چې عارف نورزی د افغان دولت له اړخه د دې خبرو مشر دی خو ښاغلی نورزی په دې باب د خپل ځان د مشري په توگه د رسنیو خپاره شوي خبرونه مسخری بولي . د نېشنل پوسټ ورځپاڼی لیکلي، کله چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د مشرانو ترمنځ د خبرو د کېدلو آوازه خپره سوه، خو هم د افغانستان حکومت او هم د طالبانو مشرانو وویل چی هغوی د روغی جوړي دپاره خبری نه دي سره کړي. د دغو خبرو په باب لومړنۍ اشاره درې هفتې مخکی د فرانسې صدر اعظم فرانکویس فیلون په پارلمان کی هغه وخت وکړه چی ویل یې دی په افغانستان کی د خبرو له � �اری د سولی د ټینگېدلو طرفدار دی. ده وویل چی موږ باید بین المللی جهادیان له هغو کسانو څخه بېل کړو چی د خپلو ملی او یا قبایلی گټو دپاره جنگېږی. ښاغلي فیلون وویل د سعودی عربستان په څېر یو سني مذهبه هیواد دغه راز هلی ځلی کوی. څو ورځی وروسته د طالبانو مشرانو او دافغانستان مقاماتو وویل چی د سولی خبری په هیڅ توگه نه دي سوي. طالبانو په خپله کمپیوټری پاڼه کی دغه رپوټونه د د ښمنانو غلطی اوازې وبللې او وې ویل چی د دې مطلب د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقی اچول دي. مگر یوه ورځ وروسته د کوچني اختر په شپه جمهور ریس حامد کرزي خب� �یالانو ته وویل چی دی غواړي چی د طالبانو مشران بیرته خپل هیواد ته ستانه سی. ده وویل زما وروڼو، زما عزیزانو بیرته خپل وطن ته راسی، د سولي او دافغانستان د خلکو د ښېگڼو دپاره کار پیل کړی. نور د وینو تویولو او ورور وژلو څخه لاس واخلی. ورځپاڼه وایی کرزی وروسته وویل چی دی د سعودی عربستان له شاهي کورنۍ څخه غواړي چی یاغی طالبان د سولي خبرو ته راولي٠ ده وویل چی موږ هره ورځ د سولی د ټینگېدلو په منظور خبرو د پاره تیاری کوو. زموږ استازو څو ځله سعودی عربستان او پاکستان ته سفرونه کړي دي مگر خبری لا پیل سوي نه دي او تر اوسه پوری کومی نتیجې ته نه یو رسېدلي. د بینوا ويب پاڼي درنو مینه والو ورځپاڼه واېې اوس په عربی نړۍ کې اوازې گډی دي چی د سعودی عربستان پاچا عبدالله د سپټامبر په میاشت کی څلور ورځی د طالبانو له اگوه لس کسیز هیات او د افغانستان د حکومت له یوولس کسیز هیات سره کتلي دي. په پاکستان کی د طالبانو پخواني سفیر عبدا� �سلام ضعیف، چی په دغو خبرو کی یې برخه اخیستې وه، او ویل کېږی چی دوه کاله یې ددغو خبرو د پیل کېدلو دپاره هلی ځلی کړي دي، وایی چی دغه خبری باید د سولی مذاکرات ونه گڼل سی.ده وویل دا خبری په نهایت کی سړی یو ښه پیل بللای سی. ورځپاڼه وایی طالبانو ویلي دي چی تر څو پوری په افغانستان کی خارجی پوځونه وي تر هغو پوري د سولی خبری نه س یکېدلای. مخکی نا تایید سویو رپوټونو وویل چی د طالبانو استازي سعودی عربستان ته ورسېدل او خپل یوولس شرطونه یې ورسره وړي وه. په دې کی له افغانستان څخه د خارجی پوځونو وتل، په کابینه کی طالبانو ته مهمی چوکی و� �کول او د اساسی قانون نوی کول شامل وه چی افغانستان به یو اسلامی دولت اعلانوي. د نېشنل پوسټ ورځپاڼه د م نځنی ختیځ د الشرق الاوسط د معتبری ورځپاڼی په حواله لیکی چی د سعودی عربستان د پاچا سره په دغو خبرو کی د طا� �بانو د مشر ملا محمد عمر نطاق محمد طیب اغا او د طالبانو د وزیرانو د شورا مرستیال مولوی عبدالکبیر برخه در� �وده. ورځپاڼه وایی چی د افغانستان د حکومت د هیات مشري د اولسی جرگې د مرستیال عارف نورزي پر غاړه وه خو نورزی بیا وایی چې ده هیڅکله هم داسي کار نه دی کړی. او سپینی ماڼئ په دې وروستیو شپو ورځو کی امر کړی دی چی په افغانستان کې د متحده ایالاتو پر ستراتیژی او تاکتیک باندی له سره غور وکړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خان عبدالصمدخان اڅکزي ٣٣م تلين لمانځل کېږي", "output": "خب� �تيا:په پام کي ده چي نن د پښتون قام د ملي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي د ٣٣م تلين په ياد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بريتانيه له لوري يوه غونډه جوړه شي،په دې غونډه کښي به د خان صاحب پر ژوند، د هغه پر سياسي مبارزه او د لر او بر افغان وطن په روانو چارو باندي خبري کيږي. موږ و ټولو � �وڼاندو، پوهانو، استادانو، وکيلانو، طالب علمانو او په وطن او قام مينو پښتنو ته په دې غونډه کي د ګډون بلنه ورکوو او هيله کوو چي دوى به په خپل راتګ دا غونډه نوره درنه کړي.ستاسو د راتلو په هيلهپښتونخواملي عوام ي ګوند بريتانيه.ورځ: يک شنبه (اتوار) ٣م ډسمبر وخت: ماسپيښين دوې بجېساکونيز ويجيټيرين � �يسټورنټ،١٤٩_١٥٣،ګرين اسټريټ،فورسټ ګيټ، ايسټ لندن دستوره(پروګرام):١ ويناوي٢: مشاع� �ه٣:ډوډيتماسشيراعظم ٠٧٧٨٢١٩٦٢٢١يوسف علی اي� �وکيټ٠٧٧٣٣١٦١٢٤٧"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "((سيد حسين انوري)) او د غلا او لوټ څو مهم سندونه", "output": "((سيد حسين انوري)) او د غلا او � �وټ څو مهم سندونهد بېنوا درنو لوستونکو! د (( حرکت اسلامي افغانستان)) د مجاهدينو له خوا بېنوا ته يوه م ستنده ليکنه را استول شوې ده. دغه ليکنه په دري ژبه ليکل شوې او د بېنوا د پاليسۍ له مخې تاسې ته په پښتو خپريږي. په دې ليکنه کې د جهاد او جګړو پرمهال د حرکت اسلامي ګوند د مشر او د هرات د اوسني والي(( سيد حسين انوري))، د چا� �و ادارې مرستيال ((صادق مدبر))، د طلوع ټلويزيون د زنګ خطر خپرونې د مسوول ((حنيف هنګام))، ((ظاهر عظيمي)) او د کو� �نيو چارو وزارت د يو شمېر جنرالانو په اړه ډېر مهم لاسوندونه را غونډ شويدي، چې په اوسنيو حالاتو کې يې لوستل ټولو ته مهم دي. پنداشت ستمگر که ستم برما کرداز ما بگذشت بر گردن او باقى ماند٥٠ کاله مخکې د پروان ولايت د شيخ علي سيمې په نوى کلي کې د سيد انورشاه په کال کې يو ماشوم وزېږېد. پلار يې ((سيد شاه جهان)) ونوماوه. ((سيد انورشاه )) ليک لوست او بل مسلک نه درلود او خلکو ته به يې تاويزونه کول. هغه ادعا کوله، چې تر شا يې د پې� �يانو لښکر دى او هر ناشونى کار شونى کوي. هغه د عشق مينې، د نارينه وو د تړنې، پرانستې او ... تاويزونه کول. هغه وروسته په ((سيد انور شاه سودخور)) مشهور شو. سيد شاه جهان ((سيد حسين انوري)) له کوچنيتوبه د خپل پلار شاګ� �د و. د انقلاب په راتګ سره يو شمېر فُرصت طلبه او خاينو کسانو ته د فعاليت زمينه برابره شوه او سيد حسين انوري د همدغو فُرصت طلبانو په سر کې و. هغه په پيل کې د حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب ته لاړ، خو هلته يې ځاى ونه موند. و� �وسته بهسودو ته لاړ او د حرکت اسلامي د جهاد عالي شورا په ليکو کې ورګډ شو. دغه شورا د(( اغا سيد هادي هادي)) له خوا پرمخ بېول کېده. وروسته يې له اغا هادي هادي سره مخالفت پيدا شو او د هغه له يو شمېر مجاهدينو سره يوځاى د سنګلاخ پر لور لاړ. انوري په سنګلاخ دره کې يوه قرارګاه جوړه کړه. له هغه ځايه کابل ته وخوځېد او په چنداول سيمه کې يې څو بېوزله کسان د خاد د جاسوسانو په تور له تېغه تېر کړل او له خلکو يې د جهاد او مجاهدينو په نامه پيسې � �اټولې کړې. هغه وروسته د پاکستان څرک وموند او له آى اېس آى شبکې سره يې اړيکي ټينګ کړل. همدغه مهال يې له اېران نه د حرکت اسلامي مشر (( محمد اصف محسني)) را وغوښت او پر پاکستان سربېره يې له بېلابېلو لارو له لويديز سره هم اړيکي جوړ کړل. هغه په پېښور کې د امريکا له استازي ((ولي خان کړوخېل)) نه مالي مرستې ترلاسه کولې. حاجي اسحاق او د مېرمن زلمي کندهاري خور په المان کې دده استازولي کوله او له بېلاپېلو چينلونو يې پيسې ورته راټولولې. انوري په جبهه کې شهرت غوښت او خپل مخالفان يې وژل او بيا يې پر قبرونو اوښکې تويولې. معلم غلام صادق نيلي، حاجي ابراهيم � �اه، غلام نبي مشتاق او نور يې ښې بېلګې دي. د جهاد په پېر کې د انوري کورنۍ ته مرګ ژوبله او يا د زندان سختۍ نه دي ور اوښتې. د ډاکتر نجيب الله واکمنۍ تر نسکورېدا وروسته د کابل ډېرى دولتي سيمې د انوري د ځواکونو لاس ته پرېوتې او ټولې يې له څيلمې لوټ او تالا کړې. د چور او تالان څو بيلګې يې دا دي: د سکارټ قطعه:دغه قطعه د دو� �ت مهم پوځي مرکز ګڼل کېده او د سلګونو ميليونو ډالرو په ارزښت ملي پانګه پکې خوندي وه. سپکې او درندې وسلې، واړه او غټ موټر، د خوراکي توکو او غوړيو( تېلو) ډيپوګان او نور څيزونه ددغه مرکز مهمې برخې وې، چې د يوې مياشتې په لړ کې انوري او د هغه بانډ چور کړې. انوري د شيخ اصف محسني په مرسته څو ځله پر پاکستان د سکارټ د مرميو پلورهڅ ه وکړه او په دې اړه محسني پخپله له آى اېس آى سره وغږېد، خو د لېږد په پرخه کې د ستونزو له امله د سکارټ وسلې له افغانستان نه بهر نه کړاى شوې. د اردو ملي موزيم: سيد حسين انوري، د دفاع وزارت اوسني افسر (( سردار محمد ابوالفضل)) او ددغه وزارت اوسني برحال کارکوونکي (( اميرشاه افشاري)) د اردو د موزيم ټول توکي چور او تالا کړل. دغسې قمبرلنګ او عارف کشال قرارګاه ،د ملي موزيم توکي او سامانونه انوري او د هغه بانډ لوټ کړل. د روسانو خاد: د دارالامان سړک په اوږدو کې پرته ودانۍ، چې د روسانو په خاد سره مشهوره وه او د مي� �يونونو ډالرو په ارزښت د موټرو پرزې، مرمۍ ضد ښيښې، واړه او غټ موټر او د خوراکي توکو ډيپوګان پکې شامل وو، د انوري ، (( جواد ترکمني)) او ( سيد سخا)) کسانو چور کړل. د کارتۀ چهار ډيپوګان: د کارتۀ چهار سيمې � �يپوګان، چې د محصلانو لپاره يو څيړنيز مرکز ګڼل کېده او د ميليونونو ډالرو په ارزښت څيړنيز توکي پکې خوندي وو، د قوماندان صمد ( اوس د کابل د امنيت رياست د يوې حوزې مشري کوي) او د هغه د تره زوى (( اديب)) له خوا چور او په پاکستان کې دانوري د اوښي ((کبير)) له خوا په ډېرو کمو پيسو وپلورل شول. د مهتاب کلا د مخابرې مرکز او حربي ښوونځى د (( قمبر لنګ)) او د ډاکټر صادق مدبر ( دمګړۍ د چارو ادارې مرستيال) د يو تن قوماندان حفيظ سوز ( سبز)، د پو� �يسو د شپږمې حوزې آمر (( محمد نعيم قضوي)) او سيد حسين انوري له خوا چور او تالا شول. په قمبر څلور لار کې قومي کنډک د قوماندان يعقوب له خوا اشغال او ډيپوګان يې د انوري په مرسته وپلورل شول. پامير سينما او سپين زر هوټل: د پامير سينما پر ١٤ پوړيزه ودانۍ سميع او قوماندان سيد قدير پيکار خېټه واچوله او د انوري د بانډ په مرسته يې د سينما او اړوندو ډيپوګانو سل موټر سايکلونه وپلورل. دغسې سپين زر هوټل او اطلاعات او کولتور وزارت د سيد مختار اکبر زاده ، سيد اصغر اکبرزاده( اوسمهال د ملي ټلويزيون د نشراتو رييس) او د هغه د ورور کاشف له خوا ولوټل شول. هغۀ د اړوندو ادارو ټول توکي د سيد اکبر تکيه خانې په نامه بهر ته ولېږدول. � �� صدارت، څارنوالي او ...: صدرات ، ١٧ رياست، څارنوالي، د څيړنې رياست، د مخابرې رياست، لوژستيک رياست، د کدر او پرسونل رياست او ١١ رياست هم ددغو بانډونو تر ولکې او تالان لاندې راغلل. له دغو رياستونو نه محرم او پټ اسناد لومړى د غفاري هراتي، حاجي تقي شاه هراتي، مستري حکمت او نعمت په مرسته چور شول او بيا د اېران پر سفارت وپلورل شول. د پټو اسنادو په چورکې د ياد شوي رياست لومړي مرستيال، چې د هرات اوسېدونکى و، نېغ لاس درلود. وسلې او نور توکي يې لومړى قلعۀ فتح الله ته ولېږدول او بيا يې د انوري کسانو ته وسپارل. له څلورو شپو ورځو کار ورسته د ناصر عظيمي او ظاهر عظيمي ( د دفاع وزارت اوسني وياند) د کسانو په مرسته موټر ولېږدول شول. (( ابو الحسين ياسر)) د وسلو پر لېږد بوخت و او (( سردار محمد ابوالفضل)) او (( ناصر عظيمي)) د پيسو دوه ستر سيفونه وموندل، دروازې يې په چاودېدونکو توکو والوزولې او پيسې يې پر ناڅرګند لوري يووړلې. يو سيف د ډالرو او بل هغه د افغانيو و. سيد ظاهر واثق ( د باميان د امنيت رييس) په کور کې لوښي او کودي نه درلودل، له همدې امله د لوښيو پر راغونډولو بوخت شو. د سيد حسين انوري وروڼو هر يوه، شاه اغا مشهور په تابش( چې اوس د کورنيو چارو وزارت جنرال دى) ، حقجو، چې په امريکا کې اوسيږي،د انوري د ترور زوى ( سيد متين، اوسمهال د کورنيو چارو وزارت کارکوونکى) او د انوري نورو خپلوانو له مالونو او توکو نه کامازونه ډک کړل او پر ناڅرګندو لوريو يې يووړل. ضابط باقر يو کاماز ډک کړ او په قلعچه کې يې د خپل کور پر لور بوت. (( سيد قدير پيکار)) غالۍ او ټيليفونونه ور غونډ کړل او خپل کور ته يې يووړل. سيد عالم او حنيف هنګام( د طلوع ټلويزيون د زنګ خطر خپرونې مسوول) څو موټر، موټر سايکلونه او نور توکي يووړل. د انوري اوښيو ، کبير جان، داودجان او عابدين هره ورځ د مالونو څو ټرکه پېرې وهلې. د ډاکټر صادق مدبر قوماندان يعقوب د مدبر لپاره له مالونو موټر ډک کړى و او د دشت برچي پر لور يې بېوه. سردار محمد ابوالفضل د ملي م وزيم او ملي اردو موزيم د مالونو تر چور او تالان وروسته د پېښور راحت اباد ته وتښتېد. هغه په راحت اباد کې يوه ګرانبيه حويلي کرايه کړه. يو شمېر موټر يې وپلورل او پاتې نور د پاکستان حکومت ترې ضبط کړل. وزير اکبرخان مېنه: د وزير اکبرخان مېنې په ١٣ او ١٥ سړک کې دولتي ودانۍ د حاجي کندهاري او د هغه د وروڼو او د حاجي سخي داد د زامنو ( د کندهار شيعه ګانو) په لارښوونه انوري، سردار محمد ابوالفضل او د سيمې دامنيتي حوزې د امر � �وماندان صمد له خوا چور شوې. د پوليسو د قرار ګاه او مېلمستون، ( اوس د پاکستان سفارت ) غالۍ او نور توکي يې له ځانونو سره يووړل. د پاکستان اوسني سفارت ته مخامخ دوه ودانۍ د سيد حسين انوري د اوښيو له خوا چور شوې. په ١٥ سړک کې څو نور مېلمستونونه د حاجي کندهاري او انوري وقاري له خوا لوټ شول. ددغو ادارو پخواني کارکوونکي يې � �اهدان دي. د انوري بانډ په قلعۀ فتح الله کې د هندوانو په لسګونو کورونه غصب او مالونه يې ترې وچلول. دغسې په � �سګونو نور کورونه هم لوټ شول، چې مالونه يې انوري او د هغه اوښيو يووړل. هغوى د سټنګر دستګاه او د نجيب واکم نۍ مرمۍ ضد موتر وپلورل. پښتون ضد پاليسۍ: انوري د جګړې په پيل کې پښتون ضد پاليسي پرمخ وړله، پښتانه يې نيول او بيا يې وژل. هغه په دشت برچي کې يو بانډ درلود، چې ښځې او نارينه پکې شامل وو. ښځو به پښتانه نارينه په يوه او بله پلمه غولول او د مرګ کندې ته به يې بيول او نارينه وو به يې نېغه د ټوپک شپېلۍ پرې ور اړوله. د انوري په دغو ښځينه فعالانو کې يوه هم کريمه جان سالک وه، چې اوس په ښځو چارو وزارت کې کار کوي. يوه بېلګه: د جهاد د بري په لومړۍ اونۍ کې د ننګرهار له چپليار ولسوالۍ نه درې تنه کابل ته راغلي وو، د نابلدۍ له امله په ميرويس ميدان ( کوټه سنګي) کې د قمبر لنګ کسانو ونيول او بيا يې دشت برچي ته يووړل. وروسته د (( غلام حسين)) د خښتو په بټۍ کې ايره شول. کورنۍ يې ښايي اوس هم په لټه کې وي، يا تردغه مهاله يې له مرګه خبرې نه وي. د دشت برچي قرارګاه هغه مهال اف� �ا شوه، چې د نظار شورا يو تن غړى (( حقبين)) ترې را وتښتېد او کيسه يې له احمد شاه مسعود سره شريکه کړله. (( حقبين)) اوس په سرحداتو چارو وزارت کې کار کوي. مسعود دغه کيسه په عسکري کلوپ کې له انوري سره وڅيړله او بيا له قرارګاه نه د شوراى نظار يو شمېر نور کسان هم راخوشي کړاى شول. دغلته بنديان په ګرمو کانټينرونو کې ساتل کېدل او بيا ض� �به کېدل. ددغې قرارګاه چارواکي مدير سالک او لنګ مزاري وو. له دغه زندان نه يو خلاص شوى کس د مولوي محمد نبي مح مدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي مرستيال او د لوګر اوسېدونکى و. د درندو وسلو کاروبار: د ح زب وحدت ګوند مشر عبدالعلي مزاري درندې وسلې نه درلودې. هغه سيد حسين انوري ته پيسې ورکولې او ده د ورځې په س� �ګونه د بي اېم ٤٠ او بي اېم ٢١ مرمۍ ور وړلې. دغه مرمۍ پر پغمان، چهار اسياب او اوومه ناحيه توغول کېدې. مزاري په وروستيو کې له پيسو ورکولو ستومانه شو، يو شمېر حرکتي هزاره ګانو ته يې پيسې ورکړې، له ځان سره يې مله کړل او د کابل په لويديز کې يې د سيد حسين انوري پر مرکزونو بريد وکړ. انوري د (( حاجي شېر علم)) ( د سياف قوماندان) له مرستې سره سره ترپنځه ورځنۍ جګړې وروسته ماته وخوړه او قلعۀ فتح الله ته وتښتېد. هغه دلته له سيد علي جاوېد سره د حرکت مرکزي شورا له سره جوړه کړه او يو شمېر هزاره ګان يې له عبدالعلي مزاري سره په لاس لرنه زندان ته واچول. ډاکتر صادق مدبر يې د قلعۀ فتح الله تر زندان پورې له ځان سره ولېږداوه، خو څو ساعته وروسته يې پرېښود او پرېکړه يې م� �کزي شورا ته پرېښوده. په مرکزي شورا کې شاه جهان احمد، استاد خروش او استاد واثق وويل، چې صادق مدبر بايد م حاکمه شي او د ٥٠٠ حرکتيانو د وينې تويېدو ځواب ووايي. هغوى په يوه خصوصي ناسته کې د مدبر پر وژنه سلا وکړه او انوري دغه کار ابوالفضل ته وسپاره . ابوالفضل د مدبر پر وژنه بريالى نه شو، هغه وتښتېد او انوري يې بيا غږ د حکمتيار له راډيو واورېد. طالبان او له مزاري نه د انوري غچ: کله، چې طالبانو د عبدالعلي مزاري پر مورچلو بريد وکړاو مات يې کړ، نظار شورا طالبان بېرته پر شا وتمبول. همدا، چې انوري خبر شو، د مزاري د دوستانو ګڼ کورونه يې لوټ او تالا کړل او مالونه يې سيد عالم، سيد قدير پيکار او حنيف هنګام ( د طلوع د زنګ خطر خپرونې مسوول) قلعۀ فتح الله ته ولېږدول. انوري سره له دې، چې له طالبانو سره د جوړجاړي هڅه کوله،له طالبانو په وېره کې و. په پاى کې يې د خپلې مور ماما (( سجادي)) ته دنده وسپارله، چې د طالبانو له ليکو سره يوځاى شي. هغه هم دغه کار وکړ او د طالبانو په نامه يې د حزب وحدت د پلويانو ګڼ کورونه تالا کړل. هغه د سيد حسين انوري په مشوره په زرګونو هزاره ګان ونيول او بنديان يې کړل. حکيم سنګلاقي او حفيظ سوز ( اوس د يوې امنيتي حوزې آمر) هم د انوري په سلا مشوره له طالبانو سره يوځاى شول او د طالب له نامه نه يې په ګټې اخستنې سره ١٠٠ کورونه وران کړل. انوري د طالبانو تر بري وروسته اېران ته وتښتېد او په مشهد کې ديره شو. هلته د شاه جهان احمد او خپل ورور سيد حامد په م� �سته، چې په تهران کې د افغان سفارت کارکوونکى و، د ايران د استخباراتو له يوه چارواکي ((سردار موسوي)) سره اشنا شو او ګڼې مرستې يې ترلاسه کړې. هغه بېرته د متحدې جبهې سيمو ته را وګرځېد او له مسعود نه يې د يوه ځانګړي ګوند په نامه پيسې ترلاسه کړې. کله، چې له دې پېښې شيخ اصف محسني خبر شو له انوري نه يې نيمې پيسې وغوښتې، خو هغه محسني له ګونده واېست. محسني د سيد علي جاوېد له لارې مسعود ته شکايت وکړ او مسعود داپيسې پر دواړو سره نيمې کړې. انوري پر دې موضوع له مسعود نه خپه شو او د سيد علي جاوېد او غني کاظمي د وژنې هوډ يې وکړ، خو په خپل دغه کار کې بريالى نه � �و. وروسته يې د غوربند شورا جوړه کړه او له طالبانو سره يې د سولې وړانديز وکړ، خو طالبانو يې وړانديز ونه مانه. انوري په ګلبهار کې د تاريخي او لرغونو توکو او نشه يي توکو پرقاچاق بوخت و. هغه لومړى کس و، چې افغانستان ته يې د بهرنيو ځواکونو د راتګ هرکلى ووايه. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د کرنې وزير او د کابل او هرات والي شو، چې دلته يې هم له چور او تالان نه سترګې نه دي پټې کړې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نواب محبت خان،د رحمان بابا ادبي پيرو", "output": "محمدنبي تدبير د لسمې هجري پېړۍ تر پايه پورې پښتو ادب ټکنى او غوڅ- غوڅ را روان و. يانې د پښتو ادب غوڅې- غوڅې کړۍ رامنځته شوې وې، چې سره نښلېدلې نه وې، لکه د غوري دورې، لوديانو، سوريانو او په پښتونخوا کې د نورو خورو- ورو ادبي هڅو چې ټولې يو له بل څخه بېلې شوې وې. د روښانيانو د ادبي هڅو په رامنځته کېدو سره د پښتو ادب بېلابېلې کړۍ سره وپېيل شوې او دوام يې وکړ. په حقيقت کې د يوولسمې پېړۍ له پيل سره د پښتو د زرين ادبي دور بنسټ ايښودل کېږي. ارزاني روښاني، د پښتو لومړنى شاعر دى چې بشپړ دېوان يې راپاتې دى او تر ده وروسته نورو روښاني شاعرانو لکه ميرزاخان انصاري،علي محمدمخلص، دولت لواڼي ، واصل روښان ، کريمداد روښاني او نورو شاعري کړې او بشپړ دېوانونه ترې راپاتې دي. تر ارزاني وروسته په روښاني مکتب کې پښتو شاعري ورو- ورو هنري شوې ده. چې ورپسې خوشالخان بابا د پښتو زرين ادب اوج او موج ته ورساوه او د يوه داسې ادبي مکتب بنسټ يې کښېښود چې د همده په نوم راپاتې شو او په لسګونو شاعرانو يې پيروي وکړه او خوږه، پخه او هنري شاعري يې وکړله. ورپسې عبدالرحمان بابا د يوه بل ادبي مکتب خښته کښېښوده چې بېلې ادبي ځانګړنې لري. تر رحمان بابا وروسته حميدبابا د پښتو ادب يوه بله نرۍ، نازکه او باريکه لار د هندي سبک په نامه راوايسته. د دوولسمې پېړۍ په پاى کې پيرمحمد کاکړ په پښتو کې د يوه ځانګړي سبک رامنځته کوونکى شو او په دې دوه سوه کلنه دوره کې چې د پښتو د ادب په زرين دور يادېږي په لسګونو شاعرانو په يادو شويو بېلابېلو سبکونو کې شاعري وکړله، چې وروستني شاعران يې کاظم خان شيدا او پيرمحمد کاکړ دي. نواب محبت خان له هغو ليکوالو او شاعرانو څخه دى چې د پښتو د زرين ادب د دورې په وروستيو کې يې شاعري کړې او موږ يې د دې دور له خاتمو شاعرانو څخه بللاى شو. ده په پښتو، پاړسي او هندي شاعري کړې ده او ويل کېږي چې عربي شعرونه يې هم ويلي دي.ده او کورنۍ يې له پښتونخوا څخه ليرې په هند کې ژوند کاوه، خو خپل ادبي او کلتوري ميراثونه يې ژوندي ساتلي وو او هلته يې د پښتو ژبې د روزلو او پاللو لپاره پرله پسې او بنسټيزې هڅې وکړې. نواب محبت خان د رياض المحبت په ليکلو د پښتو ادب ژبدود (ګرامر) او وييښود (لغت ښودنې) بنسټ کښېښود او له دې سره يې پښتو شاعري هم وکړه چې زموږ د دې څېړنې موضوع ده. د نواب محبت خان د دېوان قلمي نسخه د بريتانيا په بودليان نومي کتابتون کې خوندي ده، چې ٣٨١پاڼې لري او کچه يې ٢٧×١٨ سانتي متره ده . په يوه مخ کې يې ١٢ کرښې راغلي ، په ښکلي نستعليق خط د ١٨٠٠زېږديز کال په شاوخوا کې ليکل شوې ده. د ده دېوان په دې بيتونو پيلېږي: الهي اه او ناله د محبت رااور د مينې پر کاله د محبت رالکه ګل په غم د عشق مې ځيګر خون کړهداغ په زړه لکه لاله د محبت راتشنه لب د مى د مينې هر نفس يم په کرم يوه پياله دمحبت را د نواب محبت خان د دېوان (ديوان محبت) نسخه چې په خپله يې ليکلې ده او د ١٨٠١ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په لکهنو کې سرګو اوسيلي ته وړاندې شوې ده. د نواب محبت خان د دېوان بشپړ متن په دې نژدې وختونو کې د ښاغلي سرڅېړونکي زلمي هېوادمل په سريزه او ترتيب چاپيدونکى دى. د ده دېوان څو محدودې غزلې چې ما ته سپارل شوي دلته خبرې پرې کوم راځئ لومړى يې يو څو غزلې اورو: نه پوهېږم چې له عقله بيرون چاکړم (٤٠٠مخ)په دې ترتيب موږ وليدل چې نواب محبت خان د پښتو زرين دور پايڅوړ يو پياوړى شاعر دى، چې د دې وخت د شاعرۍ قوت او صلابت يې په ښه توګه ساتلى او شاعري يې په ټولو ادبي ښېګڼو ډولي کړې ده. د ده شاعري دا هم څرګندوي چې دى د رحمان بابا د ادبي سبک يو پياوړى پيرو او پالونکى دى. د رحمان بابا د سبک مهمې ځانګړنې چې ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي داسې شمېرلي: 1. په دې سبک کې شاعر د روح الهام مني، دمادې سره يې ډېر سروکار نه وي له هغې معنوي دنيا څخه خبرې کوي چې د فيوضاتو منبع او له دې خاکي دنياڅخه بېله ده. 2. په دې سبک کې شاعر له مادي کثافاتو څخه ليرې کېږي او هلته ځي چې صلح کل دى او د دې خاورينې نړۍ غوغا اوشورماشور پکې نشته، شاعران يې د دنيا پر بدو تنقيد کوي او ځان يې له ککړو او کړکېچنو څخه پاکوي. 3. په ادا او د احساساتو په تصوير او نورو ښېګڼو کې دا سبک خورا سپېڅلى او سليس دى، ابهام ښه نه ګڼي ، د شعر الفاظ او عبارات ساده او سپېڅلي غوره کوي.4. غزليات ، قصايد،رباعيات، تخميس او د شعر نور ټول اقسام په سپېڅلي ډول وايي او ډېر له مينې او اخلاقو څخه غږېږي. 5. د عشق او مينې په دنيا کې هم د واقعيت خواته ځي او د خيال لږ تابع کېږي. 6. د دې سبک شاعر عشق او الهام د ژوندون مدار ګڼي. يقين او ايمان په عقليت باندې خوښوي. د رحمان بابا د سبک دا شپږ ځانګړنې د محبت خان په شاعرۍ کې څرګندې دي. او پر دې سربېره يې په خپلو اکثرو شعرونو او غزلو کې د رحمان بابا الفاظ تعبيرونه، رديفونه، قافيې، د ادا طرز او توګه هم خپلوي، لکه لومړى غزل يې د رحمان بابا د دې غزلې رنګ اخلي: زه دا هسې ديوانه او مجنون چا کړمله رواج او له رسومه بيرون چا کړمترپايه...دويم غزل يې: امتياز ظاهر د پاک وي له ناپاکهپه هېڅ شان به آيينه نه شي څپياکه د رحمان بابا د شاعرۍ د دې غزلې په خم کې رنګ شوې ده: ته ناحق په ما کينه کړې کينه ناکهپه کينه به آيينه نه کړې ته پاکهاو درېيم غزل يې چې په دې مطلع پيلېږي: ته غيرت د لمر پيدا شوې چې په مځکهمځکې سر د فخر ويوست له فلکهد رحمان بابا د دې غزل په ځمکه دى : ګېډه وتړه په پړي سره کلکهد روټۍ تمه ومه کړه له فلکهڅلورم غزل يې چې مطلع يې ده: نور مې زړه دى څه په کار څه يې کوومه ستا د جور تخته مشقي لره ساتمهد رحمان بابا د دې غزل په کرښه دى: څو به صبر په جفا د يار کوومه څو به موم د لمر ومخ ته ګرځوومه د نواب محبت خان پنځم غزل چې مطلع يې دا ده: چې جزا ده د ظالم درته معلومهتر و لاس ولې پورته نه کړې له مظلومه او يو بيت يې دى:په قضا پسې روان يم خبر نه يمچې مې چېرته بيايي راوستم له کومه د رحمان بابا د دې غزلې له مضمون او شکل نه رڼا اخلي: خبر نه يم چې يې راوستم له کومه بيا مې کومې خوا ته استوي چې درومه په دې ډول که موږ د نواب محبت خان دېوان له سره ترپايه د رحمان بابا له دېوان سره پرتله کړو، باور دى چې د ده ټوله شاعري به درحمان بابا د سبک او شاعرۍ رنګ او بڼه ولري. او په دې ډول ثابتېږي چې نواب محبت خان د رحمان بابا د ادبي سبک او د رحمان بابا د لاهوتي شاعرۍ يو مخلص او معتقد پيرو او مقلد و. که څه هم د نواب محبت خان شاعري د رحمان بابا د شاعرۍ له رڼې چينې څخه راوتلې، خو بيا هم هغه سادګۍ، سلاست او روانۍ ته نه ده رسېدلې چې د رحمان بابا او د پښتو د زرين دور د شاعرۍ پوخوالى او په ادبي تول برابروالى په کې جوت دى. دى هم لکه د ده ادبي مرشد رحمان بابا، د تصوف باريکه لار پالي او د تصوف خوږلني په خپل شعر کې رانغاړي . محبت خان چې د تصوف د بنسټ خښته ده او د رحمان بابا خبره د جمله وو مخلوقاتو پلار دى.ده په خپله ټوله شاعرۍ کې راوړى او ستايلى دى. او څرنګه چې د ده نوم هم محبت دى نو د ذوالمعنين د صنعت په توګه يې ډېر زيات کارولى دى چې قربت لري محبوب له محبته ته محبوب زه محبت يم رانژدې شهاو په پاى کې يو ځل بيا الهي اه و ناله د محبت را اور د مينې پر کاله د محبت را لکه ګل په غم د عشق مې ځيګر خون کړه داغ په زړه لکه لاله دحبت راتشنه لب دمى دمينې هر نفس يمپه کرم يوه پياله د محبت را اخځونه : 1. پښتانه شعرا: دويم ټوک (عبدالحى حبيبي).2. بلومهارت او ميکنزى: د برتانوي ټاپوګانو په کتابتون کې د پښتو قلمي نسخو کټلاک، (١٩٦٥) کال، لندن، پښتو کوونکى عنايت الله محرابى (قلمي نسخه). د نواب محبت خان يو څه تر لاسه شوي شعرونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فاریاب کې د نجونو ښونځي سوځول شوی", "output": "جلالزی د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې وسله والو کسانو د نجونو یو ښونځي د شپې له تیارې او دمحافظینو له نه شتون څخه په ګټي اخیستني سره د زدکونکو له ښې ایستلی دی. ځايي چارواکي او د فاریاب د پوهني ریس وایې چې د ښونځي لس ټولګي، ادارې خونه او تحوی� �خانه له یو شمیر اسنادو، کتابونو، څوکیو اومیزونو سره یو ځای د اور په لمبو سوځول شوي دي. ویل کیږي چې برید کونکو ښونځي ته له ورتګ سره سم د ښونځي ساتونکی په رسیو تړلی او بیا یې وهلی ډبولی هم دی چې دمګړۍ په روغتون کې بستري وو.په دې ښونځي کې د سیمې شاوخوا اته سوه نجونو زدکړي کولي چې دمګړۍ یې د زدکړو لړۍ شلیدلي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند: څلور امریکايي سرتیري او یو افغان ترجمان ووژل شول", "output": "د هلمند له ولایت څخه په یوه خبر کې راغلي چې دغلته پرون د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته د امریکايي ځواکونو پر یوه موټر د ماین چاودنه � �وي چې پکې څلور امریکايي سرتیري وژل شوي او دد هغوي سربیره یو افغان ژباړن هم وژل شوی دی. دغه پیښه د هلمند م� �کز ته نژدې شوې خو د امریکې د دفاع وزارت د چاودنې دقیقه سیمه نه ده په ګوتو کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مولانا صوفي محمد ونيول شو", "output": "د پاکستاني د استخباراتي کړيو د ورکړل شوي راپور پر اساس پاکستاني ځواکونو نن سهار د مالاکنډ په امان دره کې سيمه کې د تحريک نفاذ شريعت محمدي ډلې مشر د هغه د دوو زامنو ، يو تن وياند او لس نورو ملګرو په ګډون ژوندى نيولى دى . د يادې شوې ډلې يو تن لوړ پوړي چارواکي هم له رسنيو سره په خبرو کې د صوفي محمد نيول تاييد کړي دي . سرچيني د نيول شويو کسانو نومونه مولانا محمد عالم ، امير عزت خان ، ډاکټر اسماعيل ، ضيا الله او رضوان الله ښودلي دي . د پاکستان د فوځ وياند هم له سرنيو سره په خبرو کې پرته له صوفي محمده د نورو لسو تنو نيول کېدل تاييد کړي دي . او زياته کړې يې ده چې له نيول شويو کسانو سره په زياته اندازه وسلې او نور مهمات هم نيول شوي دي . نيول شوي ټول کسان دا م هال پاکستاني ځواکونو کوم ناڅرګند ځاى ته لېږدولي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایارښتیا هم داسلام اوسیاست ترمنځ بیلتون شتون لري؟(۱۸)", "output": "اسلامي سیاست څه ته وایې؟د ښځو د نمايندګۍ مسئلهڅرنګه چې د غربى جمهوريت بنسټ د [ ملى حاكميت ] په اساس ايښودل شوي دې نو ددې امله هلته د نارينو په څير ښځې هم د دولت او حكومت مشرى کولاې شي ، او د لومړې و زير [صدراعظم ] په حيث هم ټاكل كيدلى شي . خو په اسلامي نظام کې د ښځو اوږى د عملى سیاست يعنى حكومت د نظم و نسق د چلولو څخه خالي دي ، څرنګه چې پارلمان [ د شورى مجلس ] يوه مشوره وركونکې انتخابى اداره ده چې د حكومت مشر ټاکې او هغه ته م� �ورى وركوي ، قانون جوړه وي ، نو ایا د دې ادارى له پاره كومه ښځه د غړي په حيث انتخابيداى شي؟ ښه خو دا ده چې په دې هكله د عابدينو فقهاوكومه ګډه پریکړه منځ ته راشي، خوهغه راى چې ما د شريعت د اصولو په رڼا کې وړاندې کړي ده هغه دا ده چې ښځه د مشورى وركولودحق څخه په شرعي توګه نه ده منعه کړل شوي ، د قراّن او سنتو څخه خو دا خبره په ډاګه ده ، چې ښځې په عمومى توګه د نارينو په مقابل کې د ناقص عقل(وجود) خاوندانى دي او همدا علت دې چې نارينه ئى په ښځو باندې حاكمان ټاكلى دي. خوما ته ددې خبرى كوم دليل په لاس رانغى چې ګویا ښځه نه � �ي کولاې چې مشوره ورکړي او یا د هغى په مشورى عمل كول ناروا دي. ، كله كله د ناقص عقل مشوره صائبه هم وي او ځینې ښځې د نارينو په نسبت ډیرى ذهينى، پوهه او فقيهى وي ، خو په عمومى توګه د نارينه ذهانت په ښځې ډیر دې ، همدا علت دې چې د دوه ښځو ګواهى ئى يو سړي د ګواهۍ سره برابره کړي ده ، د امام ابوحنيفه رحمة الله د نظر په اساس[ ښځې د حدودو او قصاص پرته په نورو ټولو چارو کې قاضيه جوړيداى شي[1].] د امام ابن جرير رحمة الله د نظرئى په اساس[ د حدود و اوقصاص په شمول په ټولو چارو کې ښځه قاضيه ټاكل كيداى شي او د نورو څلورو امامانو له نظره ښځې فتوي ورکولاې شي[2]]. امام ابن حزم رحمة الله د شلو داسى ښځو نومونه � �اخيستى دي چې د صحابو رضى الله عنهم په وخت کې ئى فتوي وركولى[3] . نوكله چې ښځه قاضى او مفتى ټاكل كيداى شي نو د مجلس شورى غړي څنګه نه شي ټاكل كيداى؟ ځکه چې د دې ادارى كارونه هم مشوره او فتوي و� �كول دي ، د پاليسى جوړولو او قانون جوړولو كارونه هم د فتوي يو برخه ده . كله چې په محكمه کې د دواړو ګواهانو د بیانونو د اوريدلو وروسته پریکړه كولى شي او یا د ګواه په توګه محكمى ته حاضريدلاې شي، نو بیا خو هیڅ داسى معقوله وجه نشته چې په شرعي پردې کې دې د شورى په غونډه کې ګډون ونه کړای شي او یا دې مشوره و� �نکړای شي. د ابوهريره رضى الله عنه په حديث کې د( اموركم الى ا� �نساءكم) څخه مقصد دې مفوضه الى نساءكم يعنى كله چى ستاسې چارى ښځو ته وروسپارلى شي او يوازى د هغوی په مشوره او پریکړى عمل وکولاې شي، نارينو په مقابل كى د هغوی پریکړى پوره اوكافى وګڼلى شي، نوپه هغه وخت كى د ځمكى خيټه تاسې ته د هغه د مخ څخه غوره ده. په دې حديث كى د ښځو څخه مشوره اخيستل او یا د هغوی په كوم صحيح نظر د عمل كولو څخه منع نه ده راغلې بلكه په ټولو پریکړو او تصاميمو كى د هغوی د اّزادو پريښولو څخه منع � �اغلي ده . په همدې توګه( الرجال قوامون على النساء ) ( سړي په ښځوحاكمان دې ) یا لن يفلح قوم ولوا امرهم امراه ...» . ( هغه ملت به هیڅکله كامیاب نه شي چى هغوی د خپلو چارو واګي د ښځوپه � �اس كى ورکړي وي ) په دې اّيت او حديث كى ئى ښځې د مشورى وركولو، فتوي او تحقيق كولو یا پيشنهاد وركولو څخه نه دې منع کړي بلكه د حكومت نظام د ښځو په لاس كى د وركولو څخه ئى منع راوړى ده. په دې لړ كى يو (غلط او دد� �واغو) روايت په خلكو كى ډیر مشهور شوي چى( شاوروهن وخالفوهن) ( د ښځوڅخه مشوره خو اخلئ ليكن د هغه مخالفت كوئ او د هغوی په مشورو عمل مه كوي ) . د دې روايت په اړه ملا على قارى حنفى چى په 1014 هجرى كال كى مړ شوي دې د علامه سخاوي 903 هجرى كال كى مړ شوي د كتاب ( المقاصد الحسنه فى بیان كثير من الاحاديث المشتهره على الا لسنه) په حواله ليكى چى: لايثبت بهذ المعنى ... و قال السخاوي رح مة الله لم اعرفه مرفوعا.... و قال السيوطى رحمة الله باطل لا اصل له) ( دا حديث پدې ا� �فاظوثابت نه دې ، سخاوي رحمة الله فرمايى چى په دې هكله د رسول الله صلی الله ع� �يه وسلم وينا ما ته معلومه نه ده، سيوطى رحمة الله فرمايى چى [دا د دروغو روايت دې چى هیڅ بنسټ نه ل� �ى][4]. د سیدنا انس رضى الله عنه څخه په همدې هكله يو حديث رانقل شوي چى الفاظ يى دا دې : (لايفعلن اح دكم امرا حتى يستشير فان لم يجد من يستشير فليسنشر امراه ثم ليخالفها فان فىخلافها البركه) ( تاسو هيچ يو دې د مشورى پرته څه كار نه كوي كه چيرى بل كوم مشوره كونكى په لاس ورنشي نو بیا د خپلو ښځې سره مشوره وکړئ خو په هغه عمل و نه کړي دا په دې خاطر چى د ښځې د مشورى په مخالفت كى بركت وي )[5] . خوشمس الدين سخاوي رحمة الله د دې روايت د نقل كولو وروسته لیکلي دې چى (فى سنده ضعف و انقطاع) ( د دې سند ډیرضعيفه او په منځ كى ئى � �ړۍ غوڅه شوي ده) . محمد بن عراق رحمة الله په خپل كتاب( تنزيه الشريعه) 2 ټو ک 308 مخ كى لیکلي دې چى [دا حديث ابن لال د سیدنا انس رضى الله عنه څخه رانقل کړي دې خو عيسى بن ابراهيم الها شمى يى په سند كى راغلي او دې په درواغو ويلومتهم دې [6].] د صحيح احاديثوله پاره د ثقه او عادلو راویانو م وجوديت شرط دې چى حافظى او یادښت يى هم ښه او درست وي او د سند د لړۍ اتصال هم يو لازمى خبره ده څنګه چى د پورتنى حديث يو روايت كونكى په درواغو متهم دې او سند ئى هم اتصال نه لري يعنى غوڅ او منقطع دې ، نو دا حديث هم د منلو وړ نه دې او شاورهن و خالفوهن په هكله خو دا هم څرګنده نه شوه چى دا چا رانقل کړي دې ملاعلى قارى دا په مر� �ات كى د سند پرته و قد ورد ( روايت راغلي دې ) په كليمو را نقل کړي دې ) [7]. خوپه خپل دوهم كتاب (م وضوعات كبرى ) كى ئى دې روايت ته بى اصله او باطل ويلي دي لكه څنګه چى ترمخه حواله ورکړل شوه . په دې هكله يو بل حديث هم را وړاندې کړل شوې چى هغه سخاوي رحمة الله عليه په خپل كتاب «مقاصد حسنه » او سيوطى رحمة الله عليه په اللالى المصنوعه فى الاحاديث الموضوعه» كى د حضرت عايشي رضى الله عنها او سیدنا زيد بن ثابت رضى الله عنه څخه د ابن عدې رحمة الله عليه ، ابن لال او الديلمى رحمة الله په حواله رانقل کړي دي چى( طاعه النساء اوطاعه المراه ندامه) ( د ښځو خبره منل د پيښمانى سبب ګرځي ) خو سخاوي رحمة الله عليه او سيوطى رحمة الله عليه دې حديث ته ضعيف کمزورې او ناکاره ويلي دي [8] . ابن جوزى رحمة الله عليه چى په 597 هجرى قمري كال كى مړ شوې دې د سیدنا عايشي رضى الله عنها او سیدنا زيد بن حارث رضی الله عنه د روايتونو د رانقل كولوڅخه وروسته ويلى دې : ( هذان حديثان لا يصحان اما حديث زيد ففيه عنبسه قال يحيى ليس بشيء و قال ابن حبان هو صاحب اشیاء موضوعه لايجوز الاحتجاج به و � �ا بعثمان بن عبدالرحمن و اما حديث عائشه رضى الله عنها فقا ل العقيلى محمد بن سليمان يحدث عن هشام بواطيل لا اصل لها منها- هذا الحديث قال ابن عدې ماحدث بهذا الحديث عن هشام الاضعيف) ( دا دواړوه حديثونه صيحيح نه دي د زيد بن ثابت رضی الله عنه د روايت په سندكى عنبسه بن عبدالرحمان راغلي دې يحيى وايى چى د هغه هیڅ حيثيت نه شته. ابن حبان وائى چى نوموړى د درواغو او افواهاتو خپرونكى و ، نو په دې اساس د هغه روايت هم دليل نه ګرځي، او نه د هغه د شاګر د عثمان بن عبدالرحمان روايت دليل كيداى شي ، د سیدنا عایشي رضی الله عنها د � �وايت په سندكى محمد بن سليمان بن ابى كريمه راغلي دې چى هغه به هشام بن عروه ته د درواغو حديثونه م نسوبول چى هیڅ بنسټ به ئى نه درلوده – دا حديث د همغوي له ډلى څخه يو دې - ابن عدې رحمة الله عليه فرمايى چى د هشام څخه د دې حديث رانقلوونكى ټول راویان ضعيف دي ) . د دې ډول ضعيفو او موضوعى روایاتو په م قابل كى، قراّن كريم او صحيح احاديثوكى د ښځو څخه مشوره اخستل ،اوكه چيرى رائى او نظرئى صحيح وي نو په هغه د عمل كولوجواز ثابت دې .1 1) كله چى د سیدنا شعيب عليه السلام لور هغه ته مشوره ورکړه او پي� �نهاد ئى ورته وکړ چى سیدنا موسى عليه السلام د خپل ځان سره نوكر كړي ځکه چى هغه قوي او امانت دار دې نو پيشنهاد معقول و او سیدنا شعيب عليه السلام نوكر ته اړهم و نو هغه د خپلى لور په مشوره عمل وکړ او موسى عليه السلام ئى د څه شرائطو په اساس د خپل ځان سره نوكر ونيوه . د دې دواړوڅخه يوي وويلى چى اى پلاره هغه له ځان سره نوكر ونيسه داسى نوکر چى ته ئى غواړي ځکه هغه قوي هم دې او امين هم ...) 2) د بقرى د سورت په 233 اّيت كى د كوچنى د شيدو څخه د غوڅولو په معامله كى د ښځې او ميړه دواړو د ترم نځ يوه د بل سره د مشورى حواله ورکړل شوي ده او دا هم د ښځې په مشورى د عمل كولو يو ښکاره م ثال دې . 3) د حديبى د صلحى د تړون وروسته چى كله رسول الله صلی الله عليه وسلم حكم وکړ چى پورته شئ او د قربانئ ځناور حلال کړئ او د سرونو ویښتان و تراشئ او احرامونه پرانيځئ نو هیڅ څوک د خپله ځاىه څخه پورته نه شول. د دې خبرى د درى وارى تكرارولو وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلى مي� �منى ام المومنين ام سلمه رضى الله عنها خيمى ته تشريف يوړ هغې ورته مشوره ورکړه او پيشنهاد ئى ورته وکړ چى تاسو د چا سره د خبرو پرته د باندې ولاړ شئ او خپل د قربانۍ اوښ حلال کړئ او دسر ویښتان مو وتراشئ. كله چى � �سول الله صلی الله عليه وسلم په دې مشورې عمل وکړ، نو صحابه كرام رضى الله عنهم پورته شول او قرباني ئى وکړه څاروي ئي حلال کړل او يو د بل د سرونو په تراشلو بوخت شول[9]. ابن حجر رح مة الله عليه فرمايى : (و فيه فضل المشوره و...و جواز مشاوره المراه الفاضله) ( د دې حديث څخه د مشورى فضي� �ت معلومیږئ او دا هم را په ډاګه کیږي چى د فاضلو، راى او نظرد څښتنو او په معامله پوهو ښځو څخه مشوره اخستل روا دي ) [10]. 4 - دوهم مثال ئى دا دې چى كله چى د سیدنا على رضى الله عنه او سیدنا معاويه رضى الله عنه په منځ كى دروان جنګ د پاى ته رسولو او د مسلمانانو ترمنځ د يووالي د را پيدا كولو له پاره ح كمين وټاكل شول نو د حكمينو د پریکړى د اوريدو له پاره بى طرفه صحابه كرام رضى الله عنهم هم راوبلل شول ترڅو چى ټول مسلمانان په يوه خبره متفق شي. سیدنا عبدالله بن عمر رضى الله عنه ته هم د راتللو بلنه وركول شوه ( چى بى طرفه و ) هغه د ام المومنين سیدنا حفصه رضى الله عنها څخه چى د ده خور وه مشوره وغوښته چى ولاړ شي اوكه نه ؟ په خپله ابن عمر رضی الله عنه د تګ اراده نه درلوده خو سیدنا حفصه رضى الله عنها ورته مشوره ورکړه چى سمدلاسه ولاړ شه كيداى شي چى ستا د نشتوالي په اساس په م سلمانانو كى بیا بيلتون را پيدا شي فلم تدعه حتى ذهب سیدنا حفصه رضى الله عنها» هغې سیدنا ابن عمر رضى الله عنه ترهغى پورى پرى نښود ترڅو پورى چى هغه نه و تللى [11]. دا دواړه پيښى په صحيح بخاري كى رانقل شوي دي. دا ښکاره خبره ده چى د ام سلمه رضى الله عنها او ام حفصه رضى الله عنها مشوره د كورنيو چارو په هكله نه وي . رسول اكرم صلی الله عليه وسلم د ام سلمه رضى الله عنها په مشوره عمل وکړ او سیدنا عبدالله بن عمر رضى الله عنه د ام حفصه رضى الله عنها په مشوره عمل وکړ او سیدنا شعيب عليه السلام د خپلى لور په مشورى عمل وکړ نو د دې ډول مستندو روایاتو په پرتله به هغه � �وایاتوته څه ځاى پاته وي چى ضعيف یا موضوعى وي او په هغه كتابونوكى راخستل شوي دي چى د محدثينو له نظره معتمد او متداول نه دې . 5- امير الموْمنين سیدنا عمرفاروق رضى الله عنه به هم د ښځوڅخه مشوره اخسته [12]. 6- سیدنا عمر رضی الله عنه به د شفا بنت عبدالله قرشيه رضى الله عنها د راى او نظر ډیره قدردانى كوله د هغه راى به ئى مقدمه ګڼله. كله كله به سیدنا عمر رضى الله عنه دې ښځې ته د بازار د نګرانۍ كارونه هم ورسپارل[13]. 7- سمره بنت نهيك اسديه رضى الله عنها چى يوه صحابيه وه او د ډیره عم� �ه پورى ژوندې وه، به د بازارونو دورى كولى ، خلكو ته به ئى په نيكۍ حكم كاوه او د بدۍ څخه به ئى منع كول او ج� �م كونكي به ئى په هغه دّورې وهل، چى له دې سره به موجوده وه[14] 8 - په نبوي دوركى به ښځو په غزاګانو كى شركت كاوه د زخمیانو علاج به ئى كولو، د شهيدانو لاشونه به ئى راپورته كول او مدينى ته به ئى � �اوړل او مجاهدينو ته به ئى اوبه وركولى[15] . خوڅرنګه چى د ښځو اوږى د حكومت د چلولوڅخه خالى دي نو په دې خاطر غوره خو دا ده چى د انتخاباتو په عمومى مقابلوكى د ودريدو په ځاى ورته يوڅو چوكۍ ځانګړې کړاى � �ي،د دې نه پرته د نارينو له پاره چه كوم شرايط پورته ذكر شول ، هغه دوي ته هم په نظر كى نيول ضرورى دې او همدا راز ښځوته د شرعي پردې پابندې هم لازمى وګرځول شي، او د غونډې په وخت كى د هغوی د كښيناستو ځايونه د ټولووروسته وي. داهم كيداى شي چې د ښځو جداګانه شورى وي چه حكومت ته د ضرورت په وخت كى د مشورى وركولو او یا د خپلو غوښتنو د وړاندې كولو له پاره جدا غونډې وکړای شي . وخت کې د مشورى وركولو او یا د خپلو غوښتنو د وړاندې كولو له پاره جدا غونډې وکړاې شي . دا خو زما نظر و ليكن مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه د احزاب دسورت د ايت وقرن فى بيوتكن . او بعضواحاديثو په رڼا کې داسى استدلال كړ� �: د قران مجيد د دغه روښانه او څرګند حكم په مو جوديت کې به ددى خبرى له پاره څه ځاې وي چې مسلمانې ښځې دې د شوراګانو اوپارلمانونو غړې شي ، له كور نه د باندى دې په ټولنيزو او اولسي فعاليتونو کې برخه واخلي . په دولتى اداروکې دې له نارينه و سره يو ځاې كاروکړي ، په پوهنتونونو کې دې له هلكانو سره یوځاې ښوونه او روزنه تر لاسه کړي . د نارينه و په روغتونو كي دې د ن� �سانو دندې تر سره کړي ،الو تكو او اورګاډو کې دې مسافر پالو نکې وټاكل شي ، د زده کړې او تحصيلاتو لپا� �ه دې اروپا ، امريكا ... ته ولیږل شي . دكور نه د باندى د ښځو د فعاليتونو د روا والي په با ب چې كوم غټ دليل وړاندې کیږي هغه دا دى چې سیدنا عائشي رضى الله عنها د جمل په جګړه کې برخه اخيستى وه خو كوم خلك چې دغه استدلال وړاندې كوي هغوی ته ښائي دا نه وي معلومه چې په دى باب پخپله د سیدنا عايشي رضى الله عنها م فكوره او آند څه و . عبدالله بن احمد بن حنبل رحمة الله عليه په زوائد الزهد کې او ا بن المنذر ابن ابى شيبه او ابن سعد په خپلو كتابونو کې د مسروق روايت نقل کړاې دي چې کله به سیدنا عائشه رضى الله عنها دقران كريم د تلاوت په وخت کې دغه د[ وقرن فى بيوتكن ] ايت ته ورسيده نو بې اختیاره به ئې ژړل تر دى پورى چې د هغې پړونى به لمديده ، ځکه چې په دى سره به هغې ته خپله هغه غلطى وریاديدله چې د جمل په جګړه کې و� �څخه صادره شوي وه[16]. (د جمل په جګړه کې دام المومنين دګډون دلاملونو او مقاصدو تفصيل زما په كتاب [ عورت کې حكمرانى قراّن و سنت کې روشنى مين ] د مستندو كتابونو د حوالو سره ليدلى شي )- ليكن پدى ګډون دام ا� �مومنين د پښیمانۍ او خفګان كومه حواله چې مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه ورکړې مناسب بولم چې د هغى عربى متن د احاديثو له كتابونو څخه وړاندې کړم . ابن سعد چې په 230 هجرى كال کې وفات شوى په خپل كتاب کې لیکلي :عايشي رضى الله عنها به چې كله د وقرن فى بيوتكن» آیت ته ورسیده نو « بكت حتى تبل خم ارها دومره به ئى ژړل چې پړونې به لمديده[17] . ابن ابى شيبه چې په 235 هجرى قمرى كال کې وفات شوى دى د سیدنا عائشه رضى الله عنها قول داسى نقل کړې دى : «وددت انى كنت غصنا رطبا و لم اسر مسيرى هذا» {د جمل د جګړې سفرته اشاره كوى } او وایي چې :[ زه ښه بولم چې دونې شنه لخته وى خو چې دا سفر مى نه واى کړ ې ] [18] ( قالت عائشه لما سیدناها الو فاه ادفنونى مع ازواج النبى فانى كنت احدثت بعده حدثا) [ كله چې سیدنا عايشه رضى الله عنها ته مرګ راغى نو وي ويل چې : ما درسول الله صلى الله وعليه وسلم د نورو ښځو سره په عامه هديره کې دفن کړئ [ كوم امتیازي حيثيت مه راكوئ] ځکه چې ما د رسول الله عليه وسلم د وفات څخه وروسته يو نوى كار ايجا د کړ ې يعنى د جمل په جګړه کې مې ګډون کړ ې دې [19]. دام المومنين سیدنا عايشه رضى الله عنها پدى كار ډیرو صحابیاتو نيوكه کړ ې وه خو د هغى یادونه له دى امله اړینه نه ښکاري چې هغي پخپله دى كار ته غلط وايه او پرى پښیمانه وه بله دا چې د قران او سنت د ښکاره حكم په مقابل کې د صحابى قول یا عمل حجت او دلیل نه ګرځي . ځیني خلك د رضيه سلطانه ، چاند بى بى او د بهوپال د شهزاد گيو حكومتونه د ښځو د سیاسي فعاليت لپاره د دليل او حجت په توګه وړاندې كوى خو پوښتنه دا ده چې که دام المومنين سیدنا عاي� �ې رضى الله عنها عمل او کړنه دليل نه شي كيداى نو د بادشاهانو او شهزاده ګیو کړنه به څنګه دليل وګرځي . ددى شهزادګیو او ښځو د حكومتونو د جواز فتوى خو علماؤ هم نه ده ورکړې ،كه علامه نواب صديق حسن خان بهوپالې په هغه وخت کې د دى ښځو د حكومت مخالفت نه وى کړ ې نو هغه به څه خاص حالات او مصالح په نظر کې نیولي و خو هغى هم دد ى حكومتونو د جواز فتوى نه ده ورکړې . همدا راز په پاكستان کې د جنرال ايوب خان د دكتاتورى او امريت څخه د خلاصون په خاطر فا طمه جناح د صدر اعظمى لپاره كانديد کړاې شوى وه او مفتى محمد شفيع صاحب نظر ورکړ ې و چې د دوو بديو څخه دى كوچنۍ اختیار کړاې شي ، اوكله چې مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه د زندان څخه راخلاص شونو د مفتى صاحب د راى تائيد ئى وکړ خو دوى دواړو هم د ښځې د حكومت د جواز فتوى نه وه ورکړې بلكه د عدم جواز فتواى ئى ورکړې وه چې اوس هم په لیکلي ډول موجوده ده . ښکاره خبره ده چې د سترې بدۍ څخه د خلاصون په خاطر په موقت ډول دكوچنۍ بدۍ زغمل خو شوني دى مګر د هغى څخه د جواز د� �يل را ویستل او مستقل اصول جوړول پكار نه دى که څه هم زما رائى دا ده چې په هغى وخت کې هم م ونږ د(اهون البليتين) په اختیارولو مجبورنه وو ځکه چې د خپل كانديد د درولو لاره هم خلاصه وه اوبى طرفه پاتى كيدل هم شوني وو ،او له دى پرته د فاطمه جناح د عظمى صدارت د( اهون البليتين) په اړه هم د راې او نظر اخت� �اف كيد ى شي .ځیني خلك ، په نبوى عهد کې جوماتونو ته د صحابیاتو د جماعت د لمانځه د اداء كولو په خاطر تلل ،د ښځو د سیاسي فعاليت او ولسي ښیګڼو کې دهغوې د برخى د اخستيلو لپاره د دليل په توګه نيسى مګر دا قیاس مع الفاروق دى چې د نرو او ښځو د ګډو غونډو او دكورڅخه د باندى دولسي فعاليتونو او په م حلى حكومتونو کې د ګډون لپاره د جواز دليل نه شي جوړیدې . په دى خبره کې د هيچا اختلاف نه شته چې په نبوى دور کې امهات المومنين او نورى صحابییاتي جوماتونو او د اختر لمانځل ځایو(عيدګاه) ته تللى او د سړو د صفونو شاته به ئى صفونه جوړول او لمونځ به ئى اداء كاوه ، او د سلام د اړولو نه سملاسى وروسته به كورونو ته تللى ، نبوى جومات کې د ښځو د تلو راتلو لپاره جدا لاره او دروازه وه چې تر اوسه پورى د باب النساء په نامه یادیږي ، مګر په بل طرف کې داسى احاديث روايت کړل شوى دى چې دا ورڅخه ثابتیږي چې د ښځو لپاره په كورونو کې لمونځ اداء كول ډیر غوره او افضل دى . هغو ى ته جوماتونو ته د تللو اجازه ورکړاې � �وى ، خو حكم ندى شوى ، او دا اجازه هم په څه ځانګړو شرائطو مشروطه ده . د دواړه ډوله احاديثو په رڼا کې امام نووى رحمة الله عليه ددى موضوع په اړه لیکلي دى چې : [ ښځې جوماتونو ته د تللو څخه منع كول روانه دى م ګر دا اجازه هم په لاندى شرائطو مشروط ده چې علماؤ د نورو احاديثو په رڼا کې بیان کړ ې ده : · عطر ئى بايد نه وى استعمال کړ ي. · � �ول اوسينگا ر ئې نه وى کړ ې . · په لاسونو او پښو کې ئى داسى زيور او ګاڼه نه وى اچولى چې اواز كوي . · ښکلې او ښايسته لباس ئى نه وى اغوستى . · په صفونو او لارو کې د سړو سره اختلاط او ګډون ونه کړي. · چاپیریال او محيط داسى وى چې په فتنى او فساد کې د ککړیدو خطراو ويره � �تون و نه لري[20].] حنيفى فقها و دهمدى لاملونو په اساس لیکلي چې اوس د فساد او فتنى ویره ډیره ده نو جوماتونو ته د ځوانو ښځو تلل مكروه دي [21]. د مالکې ، حنبلى او شافعى فقهاوْ رائى هم دا ده چې ښه خبره دا ده چې ښځې په كورونو کې لمونځ اداکړي ، خوكه د فتنى خطره او ويره نه وى نو جوماتونو ته تللى شي ، خو د فتى د م وجوديت په صورت کې جوماتونو ته د ښځو تلل مكروه دى[22]. مولا نا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه د موضوع په اړه د احاديثو د بیان څخه وروسته لیکلي :« دا مسئله د اسلام د مزاج او طبيعت سره څومره مخالفت ل� �ي ان تردى چې د الله جل جلاله په كورکې یې د عبادت په وخت کې هم دواړو جنسونوته د اختلاط او ګډون اجازه نه ده ورکړ ې .» نو د اسلام په باره کې ددى تصور هم نه شي كيداى چې هغه دې په تعلميى ادارو، دفترونو ، كلبونو او غونډو کې د ښځو او سړو داختلاط او ګډون اجازه وركړي [23]. (جوماتونو ته د ښځو د تللو په اړه د احاديثو او احكامو تفصيلات زما په كتاب تفهيم المسائل دريم ټوك 317 – 324 م خونو کې وګورئ . ) اّیا دا احاديث د محلى حكومتونو، دولسي فعاليتونو او بلدییاتي مخلوطو او ګډو غونډو کې دشركت او برخى اخستو له پاره د دليل په حيث نيول او را وړل كيداشي ؟ هر څوك چې دخپل ضمير د� �ناعت او حق پلټنې په روحيه پدى سوال غوروکړ ي نو ځواب به يى منفى بیامومى . د مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه او نورو راسخينو علماؤ ځواب د سوال په اړوند هم منفى دى مګر ځان ته قناعت و� �كولو ا ویا د ځواب وركولو په خاطر خو يو ويونكي ويلى شي چې ښځې دى په غونډو کې شركت نه كوي ، او كه كله دانتخاباتو اوټول ټاکنو وخت راځي اویاكومه بله مهمه خبره تر بحث او څیړنې لاندى نيول كیږي نو پړونې یا برقعه دې پرسر اچوى او د غونډې په كوم كنج کې دې کښینې خو په بحث کې دې برخه نه اخلى ، دا خو صرف يوه انګیرنه ده ، نوعيت له لاسه نه ورکو ي ، او د مسئوليت دقب� �ولو غوښتنه او تقاضاهم دا ده چې په غونډو او فعاليتونو کې فعالانه ونډه واخلي . مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه دكتاب اسلامى ریاست په اتم باب کې د اسلامى دستور لس بنسټیز اصول بیا ن � �وى دى چې په هغوى کې شپږ م اصل د ښځو منصبونه ترعنوان لاندى داسى بیان شوى دى . الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ [سورت النساء 34 اّيت ] [سړي په ښځو باندى قيموميت لرى ] . لن يفلح قوم ولوا امرهم ام� �اة[صحيح البخارى ] [هغه قو م به هیڅکله كامیابى ونه مومى چې خپل كارونه ئى ښځې ته سپارلى وي ] . دا دواړه نصونه پدى اړه غوڅ او قاطع دلیل دى چې په هيواد کې د هیڅ ادارې غړېتوب او یا م دريت ښځو ته نشي سپارل كيدې، ځکه چې د اسلامى حكومت په دستورکې ښځو ته د احيثيت وركول او په هغى کې د داسې ځاې را پیدا کول د صريحو نصوصو خلاف كار دى ، ا ود الله او رسو ل تابع حكومت ا وریاست ددى مسئلى دمخالفت مجاز نه دى. د دى تفصيلى تشريح د اسلامى ریاست په يولسم باب کې د [ په کورني سیاست کې دښځو رول ] ترعنوان لاندى په 506 – 517 مخونو كي راغلى ده . مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه وايى، په اوسنى عصر کې دقانون جوړونکي مجلس [پارلمان Parliament ] كار يوازى د قانون جوړول نه دى بلكه په عملى ډول همدا [پارلمان Parliament] د ټول هيواد كنترول په لاس کې لرى ، همدا كابينه جوړه وى او و� �انوى ، د نظم انضباط او امنيت سیاستونه وضع كوى ، ا وهمدا د هيواد اقتصادى او مالې قانون جوړوى [24]. دجنګ او سولې ټول واك د پارلمان په لاس کې وى ، له دى پلوه د پارلمانونو مقام یواځې د يو فقيه او مفتى مقام نه بلكه د ټول هيواد د قوام او واكدار حثیت لرى . لدى څخه ورسته مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله ع� �يه د قرانى اّیاتو او نبوى احاديثو څخه ثا بته کړ ې چې دقيموميت مقام او دهيواد دسیاست او نظم مسْوليت ښځو ته سپارل داسلام خلاف كار دى ، د مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه له نطره قانون جوړونکي مجا� �س [ پارلمانونه Parliaments] قوام [ واكدارAuthoritative ] دى ا ود قرانى ایاتونو او نبوى احاديثو له رويه په هغى کې د ښځو ګډون غير اسلامى دى . مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه په خپله راى ډیر اصرار كوى او وايى : پاتى شو هغه خلك چې دهغى په وړاندې دحق معیار يواځي د دنیا دغالبو قومونو کړچار او تگلاره ده او په هر حال هغوى همغه لورې ته ځي كوم لورې ته چې ډیره کي روان وي نو هغوى ته چا ويلى دى چې اسلام هم دځان سره روان کړئ ، چيرته چې دهغوى زړه ځي په شوق سره دى همغه لورې ته ولاړشي مګر لږ ترلږه بايد دومره رښتينى واوسي چې دچاپسى چې دوې روان وي نو دهغه نوم دې په جرأت سره واخلي ، او اسلام ته دې هغه خبرى نه منسوبوي چې د الله كتاب او د هغه د رسو ل سنت او د صحابه كرامو او تابعينو تاريخ له هغى څخه په زغرده انكار كوى[25] . د همدى كتاب [ اسلامى ریاست ] په 515 صفحه کې ليکې : اسلام په اصولى ډول د مخلوطى اوګډې ټولنى د جوړښت سره مخالف دى . او هيڅ داسى نظام چې دكورنۍ وجود او ټینګښت ته اهميت نه وركوى دا نه خوښوى چې د نرو او ښځو ګډه اومخلوطه ټولنه دى شتون ولري ، په غربى هيوادونو کې د دى [ ګډې ټولنى Mixed society ] ناوړه پایلې را ښکاره شوى ، او كه زمونږ ټولنى د هغى ناوړه پایلو د زغم له پاره تیارى وى نو ودې یې زغمي . خو ددى له پاره به څه اړتیا وي چې په اسلام کې د هغه كارونو له پاره په زور ځاې پيدا کړل شې چې اسلام په پوره ځواک سره هغه منعه کړي دي ، كه اس� �ام د جنګ په وخت کې د ښځوڅخه د پرستارى [ مرهم پټۍ كوونکې ] كاراخيستى دى نو د دى دا مطلب نه دى چې د سولې په وخت کې دى هغوى دفترونو ، كارخانو ، كلبونو او پارلمانونو ته رواستلى شي . ښځې د سړو د كار په دائره کې د سړو په مقابل کې نه شي بري مندی کیداې ، ځکه چې هغوى ددى كارونو له پاره پيدا شوى ندى . ښځې خو لا پریږده چې د موجوده پارلمانونو نارينه غړي هم د اهليت په شرعي معیارونو برابر نه دى ، ددى پارلمانونو ټول نظام د غربى جم هوريت په اصولو ولاړ دى ، او مونږ ددى پارلمانونو په ځاې د اسلام شوارئى نظام راوړل غواړو . خو زما په نظر د شرعي احكامو او شرعي پردى په کولو سره ، ښځې د شورى او قانون جوړونکي پارلمان غړى جوړيداى شي ، ځکه چې اسلام ښځې د مشورى وركولو او قانون جوړولو څخه ندى منع کړې ، پاتى شوه د مخلوط او ګډو مجلسو او غونډو خبره ، نو د ښځوله پاره د سړو په غونډو کې د پردى او نقاب پرته ګډون كول حرام دى ، د اسلامى حكومت په مجلس شورى [ پار� �مان Parliament] کې دښځو دګډون لپاره دپردى او حجاب كول په قانونى ډول اړین دي . او همداراز داهم اړینه ده چې دښځو � �پاره دناستى دځايونو انتظام دسړو دکیناستو د ځایو او چوکیو شاته وشي . زماپدى رایه ډیرو علما ومخکې هم نیوکې کړ ې وې او نن ئې هم پرې كوي. مولانا سيد ابوالاعلى مودودى رحمة الله عليه خو ټول پارلمان ته قوام [ واكدارAuthoritative ] وايى ، زما د ناقصى راى په اساس پارلمان پخپله قوام نه ب� �که د قوام له پاره ټاكونکې اداره ده . قوام هغه چا ته ويل كیږي چې د هيواد د چارو د سمبالولو لپا� �ه د حكومت مشر ټاکې او دهغى احتساب هم كوى خو په عملى لحاظ د ملك د نظم او نسق چارى نه سمبالوى بلکې د هغى لپاره قوانین او قواعد جوړوى چې اسلام ښځې په داسې غونډو کې دبرخى اخستلو څخه ندى م نع کړ ې . زه د مولانا مودودى په وړاندې د خپلى كم علمۍ احساس كوم ځکه پخپله راى اصرار نه كوم . خو سیمه ایز حكومتونه [ د ولسواليو حكومتونه ] چې دپرويزیانو پلان او تحطيط دى په پارلمان [ دولسي جر گى Parliament] او ولايتى جر گو نشي قیاس كيدى ځکه چې دا ادارى او حكومتونه دقانون جوړونى او مشورى پور ى محدود نه دى بلکې دادګډې ټولنى او مخلوط تهذيب او كلتور د منځ ته راوړلو لپاره يو پلان او منصوبه ده ، بلدیاتي او ولسي فعا� �يتونه په مشاورتى او قانون جوړونكو ادارو قیاس كول قیاس مع الفاروق دى دا د سړو ډګر دى د ښځو دكار دائره نده . پاته په نولسمه برخه کې ولولئ........ -------------------------------------------------------------------------------- - [1] هدايه كتاب القضاء - بدائع الصنائع 7 ټوک3 مخ 1974 زیږدیز كال د بيروت چاپ [2] - المغنى د ابن قدامه ليكنه 2 ټوک 36مخ بدايه المجتهد2 ټوک 420 مخ [3] - جوامع السير د ابن جزم ليكنه 332 مخ [4] - موضوعات كبيرد ملاعلى قارى ليكنه 222 مخ 1921 زیږدیز كال بيروت چاپ [5] - موضوعات كبيرد ملاعلى قارى ليكنه 322 مخ 1921 زیږدیز كال بيروت چاپ [6] - دابن لال خگخه مقصد ابوبكر احمد بن على بن على .. بن لال الهمدانى چى په 398 هجرى قمرى كال مؤ شوى دى چى د مكارم الاخ� �اق تر عنوان لاندى يى يو كتاب هم ليكلى دى . [7] - مرقات 10 ټوک 98 مخ د پاكستان ملتان چاپ [8] - م وضوعا ت كبير 223 مخ - صحيح بخارىكتاب الشروط لومړې ټوک 380 مخ - فتح البارى6 ټوک 275 مخ الش� �وط. - صحيح بخارى المغازى غزوه خندق 2 ټوک 589 مخ [12]- تفسيرمظهرى په حاشيه 2 ټوک 153 مخ [13] - الاصابه ابن حجر4 ټوک 341 مخ - الاستيعاب د ابن عبدالبر په حاشيه الاصايه 2 ټوک 241 مخ واسدا� �غابه5 ټوک مخ 487 په حواله د ابن عبدالبر او ابونعيم اصفهان [14] - الاستيعاب به حاشيه الاصابه 4 ټوک 335 مخ [15] - صحيح بخارى كناب الجهاد د لومړې ټوک 403 مخ [16] - تفهيم القراّن 4 ټوك 90 مخ حا� �يه 48 سورت الحزاب [17] - طبقات دابن سعد ليكنه 8 ټوك 81 مخ دبيروت چاپ كال 1958 م . [18] - دابن ابى � �يبه مصنف 15 ټوك مخ ، مستردك دحاكم 3 ټوك 119 مخ [19] - طبقات ابن سعد 8 سعد ټوك 84 مخ مصنف ابن ابى شبيه 10 ټوك 360 مخ [20] - شر ح نووى په صحيح مسلم باپ خروج النساء الى المساجد [21] - هدايه مع فتح القدير .لومړې ټوك 529 مخ ، در مختار مع رد المختار لومړې ټوك 529 مخ [22] - المغنى لابن قدامه حنبلى 2 ټوك 202 مخ - الفقه الاس� �امى د ز حيلى ليكنه 2 ټوك 100 مخ [23] - تفهيم القران سورت نور حاشيه 49 ټوك 3 مخ 390- 396 [24] - اسلامى رياست 8 باب ، 379 مخ چاپ كال 1985 م [25] - اسلامى ريا ست 11 باب 513 مخ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په میدان وردګو کې غداې مرسته (رپوټ)", "output": "رپوټ: آدم خان سیرت دميدان وردګ ولايت دن� �خ په ولسوالۍ كې په اړه او متضررو كورنيوباندې يوسلوشپږاتيا ټنه غنم ووېشل شولدليندۍ ۵ مه دميدان وردګ و� �ايت دنرخ ولسوالۍ په (۳۷۰۰) اړو او متضررو كورنيو باندې (۱۸۶) ټنه غنم او همدارنګه د پوهنې په سلو استادانو باندې ډول ډول مرستې ووېشل شويدميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي ولسواليو ته دسفرونو په لړۍ كې نن د و� �ايت د مقام دټولو ريسانو سره په ګډون نرخ ولسوالۍ ته سفروكړو چې لومړى د ولايت ادارې غونډه په نوموړى و� �سوالۍ كې جوړه ورپسې دخلكو ستونزې او شكايتونه واوريدل شول وروسته د سيمه ييزې شورا و دنرخ ولسوالي څخه � �اغلو خلكو په غونډه كې ښاغلي فدايي وينا وكړه او دخپلو سفرونو موخه يې د ښې چارواكۍ او ولسونو ته په حكتوم تدارۍ كې د ونډې وركولو په اړه د يوقدم ايښودل وګڼل ،ښاغلي فدايي په ولسونو غږ وكړو چې له موږ سره دامنيت په تام ين،بيارغاونه ا وښې چاواكۍ په اړه خپل نظرونه شريك كړۍ ترڅو د ولس په غوښتنه خلكو ته بنسټېيز خدمتونه وړاندې كړو همدارنګه ښاغلي والي د ټولو دولتي كسانو ته په ډاګه كړه چې تاسو د مركزي دولت د سفيرانو حيثيت لري ستاسو ښه اوبد د يونظام تصوير خلكو ته ورښايي او بايد په خپلو كارونو كې دشفافيت او عدالت څخه كار واخلئ، و� �پسې دولايتي شورا ريس حضرت محمد جانان د ولسونو په استازيتوب د ښاغلي والي څخه مننه وكړه چې په ريښتنې ډول يې دميدان وردګ ولسونو ته په كارونو كې د ونډې زمينه برابره كړې ده چې اوس د اولسونو پورې اړه لري چې دغه چانس څخه څ رنګه ګټه اخلي.وروسته(۱۸۶)ټنه غنم چې د بيړنيو مرستو كميټولخوا دې ولسوالۍ ته ونډه وركړل شوې وه په درې ز� �ه اوو سوو كورنيو باندې د ښاغلي فدايي لخوا ووېشل شول او همدارنګه يوشمېر نور مرستندويه مواد لكه كمپلي، چاى ترموزونه،جنمازونه ، دلوبو سامانونه د ښاغلي والي لخوا دپوهنې په استادانو او مشرانو ووېشل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په يمن كي يوه درنه چاودنه شوې ده", "output": "عبدالله پتمن/كابلپه يمن کي د يوې چاودني له امله � �اوخوا۵۱ تنه مړه او ۲۳۸ تنه ټپيان شول.دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه چي د يمن ولسمشر علي عبد الله صالح د پلازمېني صنعا په سويل کي په يو لوبغالي کي د خپلو انتخاباتي منډو ترړو په لړ کي خپلو پلويانو ته وينا کوله.شاوخوا ۳۰۰ زره کسان د ولسمشر علي عبدالله صالح د وينا د اورېدلو لپاره په لوبغالي او شاوخوا سيمه کې � �اټول شوي وو. د زياتي گڼي گوڼي له امله خلک تر پښو لاندي شول. دقربانيانو ډېره برخه د ولسمشر هغه پلويان وو چي له ليري ځايونو څخه راغلي وو.په يمن کي د وږي پر ۲۹ مه د ولسمشرۍ ټاکني ترسره کېږي. ولسمشر هوډ لري چي د درېيم ځل لپاره دغه څوکۍ ترلاسه کړي. نوموړي له ۱۹۹۰ کال او د سويلي او شمالي يمن بيرته يو ځاي کېدو راهيسي د دغه هيواد ولسمشر دى. هغه مخکي له دې د دوولسو کلونو لپاره د شمالي يمن د ولسمشر په توگه پاتي شوي دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایساف په پکتیکا کې خپل افغان کارکونکی وواژه.", "output": "بینوا ویبپاڼې ته دایساف له لوري په راغ� �ې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن سهار دغو ځواکونو دپکتیکا دارګون په ولسوالۍ کې کله چې ددوی یو کاروان خپلې اډې ته بیرته راستنیده یو ملکي افغان وګړی چې له دوی سره یې کار کاوه هغه مهال وواژه چې ددغه افغان موټر یې اشارو او لا� �ښوونو ته تم نه شو دوی یوازې دا ویلي چې يوه دا غمجنه پیښه وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روهي ادبي بهير۳۲مه غونډه جوړه شوه", "output": "راپور: مختاراحمد انتقام د روهي ادبي بهير ۳۲مه غونډه د روان كال د لړم پر ۱۸مه د ماځيګر پر څلورنيمي بجې د ښاغلي قدرت الله لېوال لخوا د قرانكريم د مباركو آيتونو په تلاوت سره پيل سوه. پرانيستونكي خبري د ښاغلي عبدالاحمد محمديار پر غاړه وې ، نوم وړي د خپلو اوږدو خبرو په لړ كي چي زياته برخه يې د بهير د برياوو په اړه وې وويل: روهي بهير ځكه يو بريالى بهير دى چي پر ديني، ملي او فرهنګي ارزښتونو ولاړ دى. او دا يې د هغو خبرو خلاف بهير وباله چي ويل سوي وه، دا بهير به ژر له منځه ځي، همدارنګه ده بهير له هر ډول سياسي اړخ څخه ليري وباله، خو دا يې هم وويل چي ملي سياست بايد ولرو، همدا ډول ده د بهير تر دې ځايه رارسېدل د بهير برياليتوب وباله او ملګرو ته يې د م باركۍ تر څنګ د پروخت راتګ هيله هم وښوول. ورپسې مختار احمد انتقام د تيري اونۍ � �اپور وړاندي كړ. ملګرو راپور ډېر اوږد او له څه ستونزوسره مل وباله. ښاغلي حكمت الله سروش له راپور ليكوال څخه هيله وكړه چي په راپور كي دي ګرامري ټكو ته ډېر پام كوي. ښاغلي احسان الله جرس د تيري اونۍ د اغلي شكيبا دا خبره په ياد ساتلې وه چي دې ويلي وه، جميل كرزى لومړى كس و او راپور � �يكوال يې په دې ګرم وباله چي لومړى كس يې ياد كړى و، هغې كس نه و ياد كړى جميل كرزى يې ياد كړى و. ښاغلى محمديار په راپور كي دې ټكي ته حيران و، چي چا خپله خبره واخيسته، نوموړي وويل چي بايد داسي ويل سوي واى چي جميل كرزي خپله خبره واخيسته. په دې راپور كي د شعر ويونكو نومونه د راپور په منځ كي ياد سوي وه او ورپسې نور جريان، خو ښاغلي احسان الله درمل دا ښه ونه بلل چي په راپور كي لومړى ګډون كوونكي ياد سوي او بيا نور راپور، ده وويل بايد ګډون كوونكي د راپور په اخير كي ياد سوي واى. ښاغلي محمديار د ښاغلي درمل كره كتنه پخه نه كړه، بلكي ويې ويل چي په راپور كي ګډون كوونكي نه وه ياد سوي، هغه كسان ياد سوي وه چي شعرونه يې ويلي وه اوبيا نوري خبري وسوې، ده زياته كړه چي د غونډي جريان همدا ډول وو نو په راپور كي هم بايد دا ډول وي لكه چي و. ښاغلي ښوونكي مهدي خليق د راپور د اوږدوالي سبب دا وباله چي په راپور كي ټول څه راوړل سوي وه، نه خاص ټكي، غوښتنه يې وكړه چي بايد په راپور كي خاص ټكي راواخيستل سي. تر دې وروسته ښاغلي جرس خپله هغه ليكنه چي په كي د ښاغلي سروش پر شعر كره كتنه سوې وه وړاندي كړه، چي همدا كره كتنه تر كره كتني لاندي راغله. لوم ړى ښاغلي درمل كره كتونكي او د شعر خاوند دواړو ته ځكه مباركي وويل چي دواړه بريالي دي، په شعر كي د لوګي او هينداري تناسب ته حيران په دې و چي هينداره روښانه او لوګى تور په دې كي د شاعر هوښياري څه ده؟ ښاغلي محمد يار په دې بيت كي هوښياري دا وبلل چي شاعر له يو چا زړه وړى دى، ده زياته كړه چي كه هوښياري ونكړي نو زړه هم نه سي ځني وړاى. خو ښاغلي خليق د هينداري او لوګي يو ځاى راتلل يو ښه تناسب و باله او په نوموړي بيت كي يې د طباق صنعت ته اشاره وكړه. ښاغلي محمديار د ښاغلي خليق د خبري پخلى ونكړ او په نوم وړي بيت كي يې د طباق صنعت رد كړ او ويې ويل چي په دې بيت كي لپ او نشر سته. ښاغلي سعيد زابلي اول بيت ته په اشاره وويل چي په اول بيت راغلى په دويم بيت كي يې څرګندونه راغلې. ښاغلي درمل د ښاغلي زابلي د خبري په تائيد وويل چي يو مفهوم دوه واري راغلى. ښاغلى جان محمد صالح په دې نه و پوهېدلى چي په پنځم بيت كي مخاطب څوك دى؟ ښاغلي محمديار د ښاغلي صالح د خبري په ځواب كي وويل چي درېيم كس دا خبره كوي، خو ښاغلي خليق بيا وويل چي نه خپله ځان ته خطاب كوي. ښاغلي واصل حسنيار لومړى جرس وستايه چي ښه كره كتنه يې كړې وه خو دا يې هم وويل چي كره كتنه يې هم بايد ښه روښانه او څرګنده واى. انتقام بيا د هر اړخيزي كره كتني غوښتنه وكړه چي بايد موږ په كره كتنه كي د شعر تر څنګ، لنډه كيسه، ژباړه،نثري ټوټه او نور څه هم كره كتني ته وړاندي كړو. په پاى كي ښاغلي سروش ته وار وركړل سو چي خپله نظر وړاندي كړي. نوموړي له ښاغلي جرس نه مننه وكړه، د ده په نظر چي كره كتونكي د ده ملګرۍ ته كتلي نه د ده شعر ته نو يې ډېر ستايلى. وروسته مشاعره پيل سوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورول: سعيد زابلي، مم تاز احمد مظلوميار، محمداسماعيل، ګران اغاالفتيار، قدرت الله لېوال، عبدالغني مفتون، نعمت الله منظور، سيد حبيب الله روحاني، احسان الله درمل، جاويد همېش، سيد نور ساحل، حميدالله دويوان، محمد رحيم بيتاب او احسان الله جرس. د غونډي مېلمه له كاناډا څخه راغلى شاعر ښاغلى سعيد لودين و، په غونډه يې خوښي وښوول او زياته يې وستايل او د بهير غونډي يې د خورا ډېر اهميت وړ وبللې،نوموړي د بهير مباركي وويل چي په برياليتوب مخته روان دى. د غونډي مشر ښاغلى جانان مومن و، نوموړي د غونډي د ارزيابۍ پر مهال په دې خوښي وښول چي ټول ملګري په بهير كي سره راټول دي، همدا ډول يې هيله وكړه چي په كره كتنه كي بايد هرڅه راسي نه يوازي شعر او بايد چي كره كتنه دوام ولري. د غونډي د ستايلو تر څنګ يې خپل شعر هم ووايه. د يادوني وړ ده چي د كره كتني راتلونكي واري ته به ښاغلى جاويد همېش د ښاغلي جرس پر شعر كره كتنه كوي. ښاغلي قيام الدين � �يادت ښاغلي حسنيار ته دوه ټوكه كتابونه ډالۍ كړي وه چي د ښاغلي خليق په لاس حسنيار ته وركړل سوه. د غونډي وياند ښاغلى جان محمد صالح و، غونډه د ماښام پر شپږ نيمي بجې د دعا په ويلو سره پاى ته ورسېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عاجل خبر: د هلمند د کډوالو چارو د ریس سر له تن څخه جلا کړای شو", "output": "وسله والو طالبانو د هلمند په مرکز لشکرگاه کې د کډوالو چارو د اداری ریس عبدالستار مظهري سر له تن څخه جلا کړ . د هلمند د والی ویاند داود احمدی وایی چې د مظهری له سر څخه جلا شوې تنه د هغه په کور کی د لښکرگاه په ښار کی نن موندل � �وي او مړی دمگړۍ روغتون ته لیږدول شوی دی .احمدی دا کار د طالبانو وباله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات:ګڼ شمیرمینونه اومخدره موادبیلابیلوعملیاتوکی ونیول شوه.", "output": "دهرات ملی امنیت اداری په یوه خبرپاڼه خپرولوسره راوړی چه دښارشپږمه ناحیه سوفی ابادنومی ځای یوه کورڅخه یی دبمونوجوړولویومرکزکشف لسګونه بمونه اوپه ټنونوداسی موادیی لاس ته تری راوړی چه دبم جوړولوګټه تری اخیستل کیږی پیښی سره په تړاوڅوک ندی نیول شوی مامورین وایی دکورخاوندپیژندل شوی دنیولوهڅه یی جریان لری. دلته داسی یوموټرسیکل هم ترلاسه شوچه بمونوپکی عیاراودښارکومه سیمه کی چاودنی ته دوی وایی تیاروه. دیوه بل خبرپه اساس دهرات پولیسوګذره ولسوالی کی دمشکوکوکسانودکورونودلټون په ترڅ کی د۴۰۰نوروچاودیدونکوموادودنیولووویل .دامنیه قوماندان مرستیال سمونوال رحمت الله په دغه مطلب سربیره زیاته کړه دشندند،فرسی ولسوالیو په لارکی یی یولاروهونکی وسله وال هم دمسافرودلوټلوپه مهال دستګیراوس له پوښتنولاندی دی. همدارازغرب کی دسرحدی پولیسوقوماندان جنرال ملهم خان ګلران ولسوالی کی دقچاق وړونکو یوه پټنځی څخه ۷۰کلومخدره موادواو۴میله وسلی دنیولوحال ورکړ.ده نیول شوی مخدره موادتریاک اوچر س یادکړه ویویل له هیوادبهرایران ته لیږدته تیارکړی شوی وه. په همدغه ورځ دهرات محبس ته یوه میرمن دشنبی ورځ په ماهرانه ډول دمخدره موادودلیږدپه مهال ونیول شوه دمحبس مدیرجنرال مجیدصادقی وویل په ورته اتهام یی دوه ورځی دمخه بله میرمن هم نیولی ده.دهرات زندان کی د۸۰ میرمنوپه شمول لږترلږه ۱۵۰۰تنه دبیلابیلوجرمونوزندانیان ساتل کیږی چه ترمنځ یی دمخدره موادپه استعمال مامورین وایی سخت بندیزلګول شوی ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هسک منا ر", "output": "ستاپه خيال کي چي تل ورک وم،تادريادنکړم هيڅکلهکه � �نځو ر وم که روغ رک وم، تادريادنکړم هيڅکله چي د ژوند پرهره پاڼه، يې ستا نوم اځغی-اځغی وود يو داسي ګل محک وم ، تا در يادنکړم هيڅکله چي دې تورو اوږدو شپوته،څولمرين څ راغونه راوړيزه د هغه سهار څرک وم ، تا در ياد نکړ م هيڅکله چي تل ستادپ� �ونو نښي،په خپل وران زړګي کي ساتيهغه لا ر هغه سړ ک و م ، تا در ياد نکړم هيڅ کله هر ه ژ به د څپو مي ، ستا په ياد ټپه - ټپه و ههم امو وم هم اټک وم ، تاد رياد نکړم هيڅکله لايو څوخزاني د ښتي ، د وږ مو په روح ژوندۍ وېهم پغمان هم هنه وړک وم، تا دريادنکړم هيڅ کله چي دميني وهرلمونځ ته ،دي تل هسک منار ولاړومد د يد ن هغه مزدک و م ، تاد ر يا د نکړ م هيڅکله خوله پر خوله به ګرځېدمه ، دبې دردو په محفل کيد مغرو ري خندا کړک و م ، تادرياد نکړم هيڅکله د د ې چو پو رڼو ستورو، ښکالو هم راتله غوږو تهملتيار د ر پسي څک و م ، تا د رياد نکړم هيڅکله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دتاريخي بست ورانول ،تاريخي جنايت دی!! (اعلامیه)", "output": "(( په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه )) ٢٠٠٧ ع . د اګست ١٤ جرمني ، د فرانکفورت ښار په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د تاريخ اولرغونپوهنې ستر ميراث ، د وطن د تاريخ د تېرو ــ هېرو ګوټونو ځلا په تاريخي هلمند کې د بست تاريخي کلا د ورانولو په حال کې ده .هغه عکسونه چې له ه� �منده خپاره شوي دي ، څرګندوي چې د يو شمېر چارواکو او زورواکو له لورې د بست کلا ويجاړېږي ، لکه د افغانستان د تاريخ ماڼۍ چې ويجاړېږي ، لکه د باميان پر تاريخي بتانو چې بيا د توپو ډزې کېږي .موږ د دغه خواشينونکي خبر په اورېدو ډېر خواشيني شو . د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او له ټولو دولتي چا� �واکو او د يونسکو له نړيوالې ادارې په ټينګه هيله کوو چې :١. د بست د تاريخي کلا د ورانولو خبر دې جدي وګڼي او د دې تاريخي جنايت د مخنيوي لپاره دې بېړنی اقدام وکړي ، هسې نه چې بيا وخت له وخته تېر وي .٢. تر هغو چې له کابله کوم ګام پورته کېږي ، موږ د هلمند له چارواکو غوښتنه کوو چې د ورانۍ دغه بهير وځنډوي ، کنه دغه تاريخي مسؤليت به په لومړي ګام کې د هلمند د اوسنيو چارواکو پر غاړه وي . ٣. له نړيوالو ټولنو او په ځانګړې توګه له يونسکو څخه په درنښت هيله کوو چې دغه موضوع په جدي توګه وڅاري او په دې برخه کې لازم اقدام تر سره کړي .٤. موږ له ټولو کلتوري ټولنو ، له درنو ژورناليستانو ، د افغاني او نړيوالو رسنيو له مسؤلينو هيله لرو چې دغې تاريخي مسآلې ته په خپلو خپرونو کې ځای ورکړي او د دغه جنايت په مخنيوي کې خپله ونډه واخلي . په درناوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کسات", "output": "په ډېرې خوارۍ دقدم ايښودو ځاى لېدل کېده ، يواځې د توپان شور و چې کله _ کله به يې له لرې کليو څخه د سپيانو غږونه هم را رسول . باد ، د ونو لغړ خاښونه يو بل سره جنګول ، کوچنى دسمال مې له سره تاو کړى و او يواځې خپلې لارې ته مې کتل . چې څنګه هدېرې ته نږدې شوم ، چيغې شوې ، لکه هغوى چې ماته په تمه وو . قبرونه وپړسېدل او بيا ترې جمجې راپورته شوې ، حيران وم څه وکړم ؟ د تېښتې هڅه مې وکړه خو پښې مې سستې وې ، د ګام پورته کولو وس مې نه و . له څلورو خواوو را نه اسکليټونه راتاوو او نورو را منډې وهلې . يو دم به ژامې وازې شوې ، سپيره هډوکي به رانږدې شول ، هر اسکليټ کوښښ کاوو چې لاسونه رانه راتاو کړي ، غاښونه راباندې خښ کړي او يامې له مرۍ ونيسي . چا ويل : ولې دې ووژلو ؟ ولې دې زموږ په ځوانيو سوداګري وکړه ؟ ولې دې راته بچي يتيمان کړل ؟؟؟؟؟؟ چابه په کړس – کړس وخندل او بيابه يې سرونه ښه را نږدې کړل : موږ وژل شوي نه يوو ، د تا په امر ژوندي خښ شوي وو او بيابه ټولو لاسونه را اوږده کړل . خولې راباندې راماتې وې ، ژبه مې وچه وه د کلمې د ويلو وس مې نه و ، يواځې اسکليتونه مې ليدل چې راته نږدې _ نږدې کېدل . دا ځل بيا له څلورو خواوو راباندې هجوم راغى ، سپيره هډوکې کړپيدل يو ناڅاپه راباندې ونښتل او له همدې سره مې يوه زوروره چيغه وکړه او له کټه را پرېوتم : ټول کوروالا رانه راتاو شول ، د هغوى خبرې مې نه اورېدې خو ، له خولې مې بې اختياره همدا جمله را وتله : شکر چې رهبر نه يم ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د CNN ديوې خپروني په باب د امريکايي رسنيو غبرګون", "output": "په امريکا کي د سي. اين. اين ديوې خپ� �وني په باب د امريکايي رسنيو غبرګون که څه هم د امريکا په اساسي قانون کي دبيان ازادي په ښکاره تورو راغلې ده. خو په عمل کي د امريکا متحده ايالات هغه هيواد دی چي د خبري رسنيو د خپلواکۍ وجود هم نسته پکښې. خو که ځيني وخت يا يو فرد يا يوه رسنيزه ډله داسي څه يا دخپل سياسي،شخصي او يا هم د غلطۍ په ډول وکاږي يا يې خپورکړي په ډېر ت� �وار يې جبران کيږي. د امريکا خبري رسنيو ټوله خبري ماشين يوازي اويوازي د دغه هيواد د دوه ګونديز نظام د جا� �چو او ډنډورې حيثيت لري. د امريکا خبري رسنيو عام امريکايان د نوري نړۍ څخه دونه ناخبره ساتلي دي چي ديوې خوا دچاپي او بريښنايي رسنيو دلاري دبيان د ازادۍ خبري ورته ډنګوي او دبلي خوا يې د نړۍ د ډېرو پام وړ مسايلو چي د امريکا حکومت په نظامي او سياسي توګه پکښي ښکېل وي غولوي. دامريکايانو د نوري نړۍ او په تېره د اسلامي نړۍ په باب معلومات دونه لږ دي چي که څوک نوی امريکا ته راسي نو د امريکايانو ناخبرۍ ته به ګوته په غاښ ولاړسي. ګڼ شم ېر امريکايان داسي فکر کوي چي افغانان په عربي ژبه خبري کوي. داچي امريکا په عربي هيوادونو کي ډېره لاس وهنه ل� �ي اوخبري رسنۍ يې په دې هکله ډېر تبليغات کوي نو دوی فکر کوي چي افغانستان هم عربي ژبی مسلمان هيواد دی. ځيني خو ګردسره په دې نه دي خبر چي افغانستان ځانته يو خپلواک هيواد دی او که د کوم ښار نوم دی. زما څخه يوې امريکايې پوښتنه وکړه چي دکوم ځای يې ما ورته وويل چي د افغانستان يم. هغې په ځواب کي راته وويل چي افغانستان په عراق کي دی اهو؟ ما فکر وکړ چي کېدای سي چي ټوکي کوي خو وروسته مي ګڼ شمېر امريکايان وليدل چي د افغانستان په باب يې هيڅ ډول معلومات نه درلودل. د امريکا د متحده ايالاتويو حکمران يو وخت د روسيې پخوانۍ امپراتورۍ شوروي اتحاد ته د اوسپنيزي پردې خطاب کړی و. مانا يې دا وه چي د روسانو په امپراتورۍ کي دبيان ازادي نسته او وګړي يې د دباندي نړۍ څخه ناخبره ساتل سوي دي. مياشت دوې دمخه د امريکا د سي. اين. اين ټلوېزون چي يوازي په امريکا کي د امريکايانو دپاره تبليغات کوي اود امريکا دهغه سي. اين. اين څخه ګردسره بېل دی چي په خارج کي د امريکا او لوېديځ دپاره ډن� �وره کوي. د سي. اين. اين دغه ټلوېزون د اسلام او اسلامي ارزښتونو پر ضد په ډاګه ډېر زهرجن تبليغات کوي هر چا چي يې خپروني يې ليدلي وي نو دمثال راوړلو اړتيا يې ګردسره نسته ځکه چي اکثره خپروني يې د اسلام پر ضد دي. د سي. اين. اين دغه ټلوېزون د اسلامې عقېدی او مفکورې پر ضد د پروپاګنډې او تبليغاتو څخه ډک يو پرله پسې پروګرام وړاندي کړ. ددې پروګرام جوړونکې يوه ښځينه ژورناليسته ده چي کريسټاين امانپور نوميږي او د اسلام څخه کرکه يې د خبرو څخه باديږي. ددې پروګرام نوم دخدای جنګيالي دی. دغه مستند غوندي فيلم دنړۍ د درو عمده اديانوياني اسلام، يهوديت او مسيحيت اغېزه په سياست کي څېړلې ده. دا پروګرام اسلامي عقيده او مفکوره يوه ترهګره او بېرونکې عقيده او مفکوره � �اپېژني. د دې پروګرام دپرله پسې لړۍ په ترڅ کي کريسټينا امانپور د اسرايلو او فلسطينيانو کشالې ته ګوته نيولې او يوازي يې دا خبره په دې پروګرام کي کړې ده چي د اسرايلو د دولت وجود اود فلسطين پر خاوره ديهوديانو ابادول دع� �بي او اسلامي نړۍ غوسه راپارولې ده. بله يې دا خبره کړې چي په عيسايت کي هم د اسلام په ډول دښځو دپاره يو ډول ح جاب سته. په امريکا کي د دقت کومېټه هغه ټولنه ده چي د عربي او اسلامي هيوادونو د مطبوعاتي دکارونو څارنه کوي. دا او ځيني نوري رسنيزي ټولني دهغو امريکايي ليکوالانو او خبريالانو ليکني څاري او سانسوروي چي اسلامي هيوادونو ته دمطبوعاتي کارونو او ليکنو په نيت سفرونه کوي. دغه ډلي څه موده دمخه د سي. اين. اين د دغه خپروني په باب خپل احتيجاج ليک دنيويارک ټايمز د ورځپاڼي دلاري په يوه مخ کي خپور کړی اود ياد سوي ټلوېزون څخه يې په ټينګه غوښتي چي ژر تر ژره دي د دوی په قول دسمونو او اصلاح په نيت دخدای د جنګياليو دخپروني دجبران دپاره داسي نوري خپروني وړاندي سي چي د دوی په خبره د اسلام توره اوبېرونکي څېره دعيسايت او يهوديت سره په هيڅ ډول پرتله نه سي. دې ډلي دا هم په ټينګه غوښتي دي چي دخدای دجنګياليو تر خپروني دي پردغو خپرونو باندي څو چنده پيسې ولګول سي. احتيجاج ليک پرمخ ځي او وايي چي په عيسايت او يهوديت کي داسي کسان ډېر نادر پېښ سوي دي چي په وژنو کي دي لاس ولري او الهام دي يې دعيسوي دين څخه وي. په احتيجاج ليک کي پر اسلام دا تور هم لګول سوی او ويل سوي دي چي : دا خبره بايد په ډاګه ښکاره سي چي اسلام يو ترهګر او افراطي دين دی نو د دې دين پرتله د مسيحيت او يهوديت سره کول ناپوهي ده. د دغه ډلي په قول دا اسلام، مسلمانان اود اسلامي نړۍ دولتونه دي چي په عامه وژنو کي لاس لري او ښځي ته د انسان په سترګه نه ګوري. دغه ډلي يوه بله خبره هم ياده کړې ده وايي چي بېله د امريکا ديوه ولسمشر جيمي کارټر څخه د امريکا نور ټول سياستمداران هغه که رپیبليکان دي او که جمهوريت غوښتونکي د اسرايلو دولت ته دخپل بدن ديوه غړي په سترګه ګوري. نو ځکه د امريکا دپخواني ولسمشر جيمي کارټردا خبره چي دفلسطين پرخاوره يهودان ابادول غير قانوني کار دی يو بې ځايه او خوشي خبره ده. د امريکا يوې بلي رسنيزي ډلي ايم. ايس. اين. بي. سي دخدای جنګيالي خپرونه ځکه د درواغو څخه ډکه بللې چي د دوی په قول يې په عيسايت او يهوديت پسي ناوړه خبري کښلي دي او د اسلام په باب يې ټولي خبري تايد کړي دي. دنيوزډې په نامه ورځپاڼي دا خپرونه دعيسايت او يهوديت په باب د انصاف څ خه ليري بللې ده. د امريکا دسرمايه ګذارۍ سوداګري ورځپاڼي ياده سوې خپرونه دعيسايت او يهوديت په باب دخبريالۍ او ژورناليزم ناوړه بڼه بللې ده. هروما"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتيکا: درې تنه شكمن كسان نيول شوي دي", "output": "دپکتيکاولايت دخوشمند ولسوالۍ د جمجومی په سېمه کې دعيسى خېلو ولسوالۍ پوليسودري تنه چې دوه موټرسايکلونه هم ورسره وودافغان دولت مخالفنيو سره د لاس لرلو په تورنيولي. دپکتيکا ولايت دوالي وياندغمی خان محمديار وويل چې دغه دري تنه نيول شوي کسان دپکيتکا ولايت اوسيدونکې دي او ورباندي شک دي چې په دغه ولايت کې دورستي هغې بمي چاودني چې يوه اونۍ وړاندي دجانخېلوپه ولسوالۍ کې دکرش ماشين ته په تيږو باروړونکی موټرپسي رامنځته شوي وه او پکې يوتن پوليس وژل شوي او موټرچلونکې ټپيی شوو دغو کسانو لاس درلود .دده په ويناچې نيول شوي کسان داوخت له دوي سره په امنيي قوماندانۍ کې دي اوتري پوښتني ګرويږني رواني دي. ديادوني وړده چې دپکتيکاولايت يوسف خېلوپه ولسوالۍ کې څه وخت وړاندي هم څوتنه شکمن کسان نيول شوي وواوپري دوي تورووچې دافغان دولت وسله والوطالبانو سره لاس لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کې ايډې له محمود احمدی نژاد سره وکتل", "output": "د افغانستان لپاره د ملگرومتلونو د سياسي نم ايندگۍ مشر (کې ای ډي ) براېې ورځ په تهران کې د نوموړي هيواد له جمهور رئيس محمود احم دي نژادی سره کتلي دي .يوناما واېی چې ښاغلي ای ډي له ايران څخه د افغانستان لپاره د ډيرو مرستو غوښتنه کړي او د افغانستان په بياودانولو کې ېې د تهران اوسنی رول تاثير ناک بللی .دا په افغانستان کې د (کې ای ډي )د ماموريت له پيل راهيسي ايران ته د نوموړي لومړی سفر دی .په دې ليدو کتو کې د پا� �يس د غونډي او په ايران کې د افغان کډوالو په ستونزو هم تاوده بحثونه شوي دي .ټاکل شوي چې نوموړی به نن د سې شنبې په ورځ د ايران له بهرنيو چارو وزير او يو شمير نورو جگ پوړو ايراني چارواکو سره هم وگو� �ي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سورت بقره ۵۱ بیا تر ۵۶ آیات پوری ژباړه اوتفسیر", "output": "وَ اِذْ وٰعَدٌ نَامُوٌسٰی اَ� �ٌبَعِيٌنَ لَيٌلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجٌلَ مِنٌ بَعٌدِهِ وَاَنٌتُمٌ ظٰلِمُوٌنَ ﴿۵۱﴾ عب ثُمَّ عَفَوٌنَا عَنٌكُمٌ مِنٌ بَعٌدِ ذٰ لِكَ لَعَلَّكُمٌ تَشٌكُرُوٌنَ ﴿۵۲﴾ وَاِذْ اٰ تَيٌنَامُوٌسَی الْكِت� �بَ وَالْفُرٌقَانَ لَعَلَّکُمٌ تَهٌتَدُوٌ نَ ﴿۵۳﴾او هغه وخت چه وعده کړې وه موږ ده موسیٰ سره څلویښت � �پې بیا ونیوی تاسى خوسۍپس او تاسی ظالمان یاست بیاعفوه وکړه موږ تاسى ته وروسته ترهغه دپاره ددې چه شک� �وباس او هغه وخت چه ورکړی وو موږ موسی ته کتاب اوبېلوونکی ده پاره ددې چه تاسى سمه لاره پیداکی تفسیر: د څلویښتو شپو وعده دلته هم الله تعالی خپل داحساناتو یاد کړی دی ، جضرت موسی ع دڅلویښتو ورځو وعدې لپاره ستاسى څخه ولاړی او تاسى دستى بیا دګیلګى ( خوسۍ) عبادت شروع کی ، دده دراتګ وروسته چه تاسى بیا ددغه لوی شرک څ خه توبه وکړل نو ما بیا هم ستاسى دالویه ګناه معاف کړل او دغه کفر مى دروبخښی ، په قرآن شریف کى سته ( ووعدنا م وسی ثلثین لیلة واتممنها بعشر) یعنی دحضرت موسی څخه یى د دیرشو شپو وعده چه لس پر واچوې څلویښت شپې کیږى ،ویل کیږى چه دغه دذوالقعدې پوره میاشت وه اولس ورځى د ذوالحجې وې. دغه واقعه د فرعونیانو ده نجات ساتلو وروسته اوددریاب تېرېدو وروسته پیښه سول ، دکتاب څخه ئی مراد تورات دی او فرقان هرهغه شى ته ویل کیږى چه حق او باطل ، هدایت اوضلالت فرق وکی ، دغه کتاب هم ددغه واقعې وروسته راغلى. وَاِذْ قَالَ مُوٌسٰی لِقَوٌم ِهِ يٰقَوٌمِ اِنَّكُمٌ ظَلَمٌتُمٌ اَنٌفُسَكُمٌ بِِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجٌلَ فَتُوٌ بُوٌا اِلٰی بَارِِئِكُمٌ فَاقْتُلُوٌا اَنٌفُُسَكُمٌ ط ذٰلِكُمٌ خَيٌرُُ لَّكُمٌ عِنٌدَ بَارِئِكُمٌطفَتَابَ عَلَيٌكُمٌ طاِنَّهُ هُوَ ا� �تَّوَّابُ الرَّحِيٌمُ ﴿۵۴﴾او وویل موسی قوم خپل ته آې قومه زماتاسى ظلم کړی دی پر ځانوخپلوپه سبب دنیولو ستاسى دګیلګى پس تو به وباسی رب خپل ته نوووژنی ځانونه خپل دغه تاسى ته بهتره ده په نزد دخالق ستاسى بیائی قبوله کړه توبه ستاسى بیشکه الله دی ښه توبه قبلوونکی ښه مهربان دی تفسیر: درنه سزا ، آیات (۵۴) دلته ددوی دتوبې طریقه بیان کوى ، دوی ګیلګى ته عبادت شروع کې او دهغه په محبت کى لګیا سول ، بیا دموسی ع دخبرو اونصیحت په واسطه بیرته راوګرځېدل او خپل دګمراهى دغلطى لاری احساس ئی وکی نو ئی داستغفار توبه وایستل ، هغه وو چه حکم الهى وسوو چه اوس یودبل قتل شروع کۍ، چه همداسى وسول هغه وو الله تعالی ددوی توبه قبوله کړل قاتل او مقتول ئی دواړه وبخښل ، ددغه پوره بیان په سورت طه کی په تفسیر سره راځى انشاءالله . حضرت موسی ع فرمان ، وائی تر دغه لوی ظلم چیرى دی چه الله تعالی پیداکړى یاست او عبادت مو دګیلګى شروع کۍ ، توبه وباسی چه الله تعالی مو توبه قبوله کى، په یوبل روایت کى راغلى دى چه موسی ع ته الهی حکم وسو دغه خلګ چه دګیلګى عبادت ئی کړی دی هغه کښې نه وه اودغه نور ئی وشاته ودروه چه داسى هم وسول هغه خلګو چه دګیلګى عبادت ئی کړی وو هغه ئی کښې نول اوهغه نور ئی ګرد شااوخوا پر راوګرڅول هغه وو چه قتل شروع شو ، په قدرتى ډول همدغه ګړی تیاره سول ، کله چه تیاره تی� �ه سول خلګ ئی ارام کړل چه حساب ئی وکی (۷۰۰۰۰) انسانان قتل سوى وه هغه وو چه دټول قوم توبه قبوله سول دایوډیر دروند فرمان وو چه خپل خپلوانو او بیګانه وو یودبل سره تر تیغ وایستل ، رحمت الهی دوی وبخښل هغه چه مړه سول د� �هید مرتبه او چه ژوندی پاتى سول دهغوی توبه ئی قبوله کړل او دجهاد ثواب ئی ورکی ، موسی ع او هارون ع چه داحالت ولیدی په دعا ئی شروع وکړل چه یا الهی داسرائیلو نسل ختم سو ، بیا الله تعالی ورته وویل چه غم مه خوره شهیدان دى دلته ژوندى دى اودشهادت مرتبه لری ، بیا نو داسرائیلو نر اوښځى دژړا او نارو څخه ارامى سوې اوصبر ئی وسو . الله تعالی ډیر مهربان او رحیم دی وَاِذْ قُلْتُمٌ يٰمُوٌسٰی لَن نُّؤٌمِنَ لَكَ حَتّٰی نَرَی اللهَ جَهٌرَةً فَاَخَذَتٌكُمُ الصّٰعِقَةُوَاَنٌتُمٌ تَنٌظُرُوٌنَ ﴿۵۵﴾ هـ ثُمَّ بَعَثْنٰکُُمٌ مِّنٌ بَعٌدِ مَوٌتِكُمٌ لَعَلَّكُمٌ تَشٌكُرُوٌنَ ﴿۵۶﴾ حب اوهغه وخت چه وویل تاسى آی موسی هیڅ به باور ونه کړو په خبره ستاترهغوپورى چه په پخپله ووینوالله ښکاره پس ونیولی تاسى، برېښنا حال داچه تاسى نظاره کول﴿﴾ وروسته مى بیا ژوندى کړاست وروسته دمرګ ستاسى دپاره ددې چه تاسى شکرګذار سی﴿﴾ تفسیر: آیات (۵۶/۵۵) موسی ع کله چه خپل دځان سره (۷۰) نفر رهی کړل اودالله تعالی دوعدې سره سم دطور وغره ته و� �اړل حضرت موسی ع ته ئی وویل موږ هغه وخت اعتبار کوو چه کله الله تعالی په خپله په سترګوو ووینو، پر دغه سوال باندى پردوی باندى داسمان لخوا یو برېښنا ټکه ولویدل او ډیر سخت هولناکه اواز راغلی چه دهغه سره ټول مړه سول ، موسی ع چه دغه ولیدل په زاری په دعاسوو او په ژړا ژړا ئی والله تعالی ته عرض وکى ، چه یا الهی زه وبنی اسرئیل ته څه ووایم چه داخلګ ما څه په وکړه ؟ اودا داسرائیلو هغه معتبره اوعزت دار ه خلګ وه، چه زه هلته ورسم پر ما څ وک ایمان راوړى، زه ورته درواغجن کیږم، یاپر وردګاره چه دادى غوښتل نوزه به دى ددوی ترمخه مړ کړی وای یا الهی دکم عقلو دبې عقلی په ګناه مامه نیسه ،دغه دعا ئی قبوله سول او ورته وئی ښول چه داهم دهغه ګیلګى دعبادت کوونکو څخه وه دوی ته خپله سزا ورکول سول ، بیائی نو یو په بل پسې ټول راژوندى کړل چه یواوبل ته ئی کتل .محمد بن اسحا� � رح فرمائی کله چه موسی ع وخپل قوم ته راؤرسېدی اوخلګ ئي دګیلګى په عبادت مصروف ولیدل نو خپل ورو هارون اوسامری ته په غصه سوو ګیلګۍ ئی واخستی ویسوزی اوایرې ئی په رود کى واچول ، بیا ئي نو دبنی اسرائیلو دډلی څخه هغه عزت داره خلګ راټول کړل او دځان سره ئی اویا (۷۰) نفره دطور وغره ته دتوبې قبلولولپاره بوتلل ، دوی ته ئی وویل چه توبه وباسی ، روژه ونیسی پاک صاف کالی واغوندی ، په حکم دالله ذوالجلال وطور سینا ته ورسېدل نو دې خلګو ورته وویل چه ای دالله پیغمبره الله تعالی ته ووایه چه زموږ سره هم خبرى وکوى کله چه موسی ع غره ته ورسېدی نو یو اوریځ راغلل ټول غر ئی پټ کی او موسی ع هم په کښى ونیول سو او الله تعالی ته نزدې سوو کله چه کلام الهی شروع سو دموسی ع دتندى څخه نور راپورته سوو ځلېدی داسى چه هیچا نه سوای ورته کتلای ، دموسی ع ددعاسره سم بنی اسرائیلو هم داخبری اورېدې چه دالله حکم اواحکام کیږى ، کله چه اوریځ ایسته سول موسی ع راغی نو بنی اس� �ائیلو ورته وویل چه بیا هم موږ باور نه لرو نه ایمان راوړو ترڅو الله تعالی زموږ سره پخپله خبرى ونه کى ، هغه وو چه الهی ټکه راغلل او زلزله سول دوی ئی ټول هلاک کړل، هغه وو لکه لوړچه بیان سول موسی ع دعا وکړل ................."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندز کې درايې شمېرلو مرکز يو شمېر نوماندو بند کړ.", "output": "دکندزولايت کابو اوياتنه نوماندي دچهارشنبي ورځي راپديخوا ددغه ولايت دراي شميرني دمرکز سيمي ته دکندزولايت کابو اوياتنه نوماندي دچهارشنبي ورځي راپديخوا ددغه ولايت دراي شميرني دمرکز سيمي ته راټول شويدي.دغه نوماندي درايي شميرني په کارکوونکو نيوکي لري .هغوي تيره ورځ پدغه ولايت کي دراي شميرني دمرکز دروازه وتړله خو تېر سهار چې درايې شمېرلو کارکوونکو غوښتل چې راشي او خپل کار وکړي خو نوماندو چاته ددې اجازه ورنه کړه چې دننه شي ،نوماندي دا ادعا کوي چې دلته په لوړه کچه درغلي روانه او ديوه نوماند رايې بل نوماند ته ور اچول کېږي .خو په سيمه کې دټاکنو دګډ دفتر مسوول انجينير امان الله نوموړي نوماندي ماتې خوړلي نوماندي بولي دى وايي چې ددغه ستونزې په اړه مو مرکزي دفتر خبر کړى او زر به يې نتيجه په ډاګه شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې يو خصوصي ټلويزيون جريمه شو.", "output": "د اطلاعاتو، کلتور او ګرځندوی وزارت په چوکاټ کې د تصويري رسنيو د ارزونې کميسيون، په کابل کې د افغان په نامه يو سيمه ييز ټلويزيوني چينل دناوړه او غير اخلاقي بربنډو صحنو د خپرولو په تور، د پنځوس زرو افغانيو (زر امريکايي ډالرو) په ورکړې محکوم کړی دی. افغان ټلويزيون تيره شپه په دې اړه يوه خبرتيا خپره کړه او وې ويل چې د دولتي چارواکو دغه کړنه له عدالت څخه ليرې ده ځکه پريکړه د نوموړي ټلويزيون د چارواکو په حضور کې نه ده ترسره شوې. د تصويري رسنيو د ارزونې کميسيون چې مشري يې سيد مخدوم رهين پر غاړه لري، همدا راز د هيواد نورو خصوصي ټلويزيونونو ته خبرداری ورکړی چې دده په وينا داسلامي ارزښتونو پر خلاف خپرونې دې نه کوي. د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د افغان ټلويزيون د (مخامخ) په خپرونې کې چې چلوونکی يې مراد افغان دی، د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين د ملي ټرمينالوجۍ په اړه تر پوښتنو لاندې ونيول شو چې د مرکې په پای کې دواړه لوري سره يو څه جدي شوه او وروسته رهين افغان ټلويزيون او نورو رسنيو ته ګوت څنډنه وکړه چې وروسته له دې به د ناوړه خپرونو په برخه کې ددوی په وړاندې له زغم څخه کار وانه خلي. اوس مهال په افغانستان کې له پنځو څخه زياتې خصوصي ټلويزيوني شبکې فعاليت کوي چې له دې ډلې څخه يو شمير يې د ملي ټلويزيون سيالان شميرل کيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل په بازارونو کې د تیلو بیه نوره هم ولویده", "output": "د کابل په بازارونو کې د نفتو په بیه کې په تیرو دریو ونیو کې په مسلسل ډول کموالی راځي. نن سه شنبه په کابل کې په دولتي تیل پلورنځیو کې د هر لیتر � �یزلو بیه ۳۵ افغانۍ او د پترولو هغه هم ۳۱ افغانۍ وه په داسي حال کې چې دری میاشتي دمخه د هر لیتر ډیزلو بیه ۵۸ او د پترولو هم ۶۰ افغانۍ ته ختلي وه. دغه ټیټوالی په نړیوالو سوداګریزو بازارونو کې د تیلو د لویدو له امله په افغانستان کې هم اغیزي لرلي دي. د کابل ښاریان شکایت کوي چې د تیلو د بیې د لویدو سره سره د بسونو او ټکسي موټ� �ونو کرایه لا هم پورته ده چې باید ورته پام واړول شي. دمګړۍ په کابل ښار کې د ترانسپورټي خدماتو بیه د تیلو د ټیټیدو سره سره وچته ده او دا لوړ والی هغه مهال پکې را څرګند شو چې د تیلو بیه په نړیوالو بازارونو کې پورته � �وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غــــــــزل", "output": "لکه شبنم دګل په پاڼوکی رغښتلی جانانسم لکه اوښکه په لیموکی می نغښتلی جاناندزړګی وینه رسوم دپرهرڅړیـــــــــکو پسيخوږه نغمه ده درباب له تاروتلــــــی جانانلکه دوعالـــــــــکه دروداوکله کاردثـــــوابدخوږایمان په شانی ګران راته سپیڅلی جانانبس په سندرومین شوی یم له هغه وخـــــــتهماچی له کله دیارۍ په تارتــــــــــــړلی جانان دی که می نوم هم چیرته نه اخلی په تشه خولګۍپه ماخوګران دی ماپه لوی الله سپارلی جاناناخیرترمنځ موفاصلی شولی دمځګی واسمانهلاله چیرته یی اوس ته اوچیرته تللی جانانبورډ تاج اباد"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ریچاردهالبروک: ایران د افغانستان د ستونزو په حل کې مهم رول لرلای شي", "output": "میرویس جلا� �زی د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ویلي چې ایران د افغانستان د مسایلو په حل کې مهم رول لوبولای شي.ریچارد هالبروک تیره شپه په امریکې کې یو شمیر سناتورانو او پوځي کا� �پوهانو ته په خپله وینا کې وویل: (( امریکا نه شي کولای له دې سترګي پټي کړي چې افغانستان له ایران سره اوږده پوله لري، هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له ایران سره ګډه پوله لري او خامخا افغانستان د ایران تر تاثیر لاندي دی)).ریچارد هالبروک زیاته کړه چې هرات د ایران تر فرهنګي، اقتصادی او سیاسي تاثیر لاندي دی او دا چې ایران به د افغانستان د مسایلو په حل کې مهم رول ولوبوي که څنګه دا د ایران د دولت له پریکړې او غوښتنې سره تړاو لري. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي دا هم وویل چې ایران د حامد کرزي د حکومت په جوړیدو کې مهم رول لوبولی، له افغانستان سره یې ۳۳۰ ملیونه دالره مرسته کړي خو دا ویره هم شته چې دمګړۍ ایران له یو شمیر هغو بلواګرو سره د وسلو او مالي سرچینو په برابرولو کې مرسته کوی چې د افغان دولت او نړیوالو متحدینو پر ضد جنګیږي. ریچارد هالبروک"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلندن دميشتو وردګ ځوانانو د ټولنی دخواخوږۍ پيغام", "output": "په لندن کښی دميشتو وردګ ځوانانو د ټولنی دخواخوږۍ پيغامپه ډيره خواشينۍمو خبر تر لاسه کړ چه د هيواد يو وتلی ملی شخصيت خدای بخښلي الحاج عبدا لقيوم بزګر لدی فانی نړی څخه روخصت واخيست٠ اناا لله انا اليه راجعوند وردګ ځوانانو ټولنه د هيواد يو وتلی ملی اوهيواد پال شخصيت خدای بخښلي الحاج عبدالقيوم بزګر د وفات له امله خپله خواشينۍ او غمشريکی دمرحوم کورنۍ ټولو غړواو دوستانو ته وړاندې کوی، او او الله ج له لوری ورته دزړه صبر غواړو، د څښتن حضورته د دعا لاس پور ته کو او وايو چې الله پاک دې فردس جنت ورنصيب کړي روح يي دښاد ٠ امين يا رب العالمين په لندن کښی دميشتو وردګ ځوانانو دټولنی په استازیتوبافغان زلمی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل د مکروبونو په ډند کې(دعزمت علي لیکنه)", "output": "د عزمت علي لیکنه کابل ښار د افغانستان د پلازمینې په توګه د ملک د نورو ډیرو ښارونو په څير اوس په یوه غیر عادې او بي ګانه څيره کې تر سترګو کیږي. که چیرته کوم مازدیګر له بهر څخه یو کس دغه ښار ته را ورسیږي نو داسي فکر به کوي چې په دې ښکار کې یا اور بلیږي او یا هم د آسانو د زغاستي میدان دی ځکه چې ښار په معمول ډول هره ورځ په تورو خاورو او دوړو کې پوښل شوی وي.کابل ښار چې یو مهال د سیمې په کچه یو ښایسته او د ښو اوبو او هوا درلودونکی ښار وو اوس په یوه کامله ویرانه بدل شوی چې پکې څو مجللې ودانۍ ګوښي و� �اړي دي او بس.د تیمورشاه له خوا بنا شوی دغه ښار د ښه طبیعت د درلودو په سبب د افغانستان د مرکز په توګه غوره شوی وو که نه په افغانستان کې خو ډير ښارونه شته چې باید پلازمیني په توګه غوره شوي وای.پینځلس کاله کیږي چې د کابل ښار په څيره کې نوی بدلون راغلی او هغه هم منفي تغیر د دغه کوچني خو ګڼ میشت ښار څيره خو هغه مهال بدله شوه چې د ډاکټرنجیب الله واکمني د پخوانیو مجاهدینو له خوا ړنګه کړای شوه او دغه ښکلی ښار د تنظیمي جګړو ښکار وګرځید. د څو کلونو لپاره هره ورځ په زرګونو ډول ډول مرمۍ په دغه ښار کې و� �ګیدې او د ښار بیلا بیلې سیمې سختي زیانمني شوي او د ځينو سیمو ښایست خو لوټمارانو لوټ کړ او ګڼ شمیر تاریخي او ښایسته لرغوني آثار د تاریخي آثارو قاچاقبرو لخو خوا تارج کړای شول.د کابل ملي موزیم چې یو وخت پکې څه کم سل زره ډول ډول توکې موجود ول کابل ته د مجاهدینو له راتګ سره چور تالا شول او د ښار دغه لرغوني � �تمنې د پیښور له لارې د نړۍ تر ډیرو مارکیټونو ورسیدل. د کابل ټول تاسیسات( حکومتي او شخصي )د جګړو له امله تر یوه حده زیانمن شول، ملي پارکونه، هوټلونه، دولتي ادارې او حتی د دولتي ادارو میز او چوکۍ چور تالا شوی د کابل ښایسته خلګ له ښار څخه وتښتیدل او د کډوالۍ سرحدونه یې د نړۍ هاغو غړو ته ورسیدل.دغه ښار د تنظیمي جګړو پر مهال ستره انساني تاوان هم پری کړ.خو اوس...د نوي حکومت په جوړیدو سره که څه هم بیلا بیلو هیوادونو افغانستان ته د بیاودانولو لپاره د ملیونونو ډالرو مرسته وکړه خو لا هم د کابل ښار په ګدون د هيڅ یوه ښار په پخوانی بڼه کې فاحش تغیر نه تر سترګوکیږي. دلته واټونه ټوک ټوک دي، چاپریال ناوړه دی خاورو او کثیفې هوا ښاریان په بیلا بیلو ناروغیو اخته کړي او داسي نورې په لسګونو او سلګونو ستونزې . تر ټولو یوه بله مهمه مسله چې د ښارې خدمتونو په ب� �خه کې ورته لومړي توب ورکول کیږي هغه د ښار په بیلا بیلو سیمو کې د رفع حاجت لپاره بیت الخلا ګاني دي چې متاسفانه نن هم د کابل ښار په سلګونو تنه کسبه کاران او دغه ښار ته راغلي میلمانه د ښار د واټونو ترڅنګ او یا هم د یو شمیر ودانیو تر څنګ رفع حاجت ته تیریږي چې دغه کار د کابل ښار د چاپریال لپا� �ه یو ستر ګواښ بلل کیږي. د کابل ښاریانو او دغه ښار ته د راغلو یو شمیر میلمنو ټیټ ښاري فرهنګ بله هغه مسله ده چې د دغه ښار بڼه یې بدله کړي او هیڅ کس په دې سر نه خلاصوې چې په یوه ښار کې باید څرنګه ژوند وشي او د ښار اصول څه دي.نن صبا پلازمینې کابل ته په کتو سره دا سړي ته ور په یاد شي چې ګوندي دغه ښار یوه پلازمینه نه بلکه یوه زړه او له یاده تللي ویرانه ده. د ښار مات م ات واټونه، او د عمومي چادو تر څنګ په دوړو کې نغښتي بي رنګه ودانۍ او هرې خوا ته د امنیتي ځواکونو په شګینو بوجیو کې پوښتل شوې مورچې هغه څه دي چې د کابل ښار بڼه یې ور بدله کړي او هر بیګانه ته دا ویره پیدا کیږي چې ګوندي په کومه ورانه او ویجاړه ویرانه کې ژوند کوي د کابل په نوي اته کلن ژوند کې داسي څه نه دي شوي چې ښار پرې ښایسته شي او یا هم ښاري خدمات وده وکړي.اوس په دې ښار کې څه کم پینځه ملیونه وګړي ژوندکوي په داسي حال کې چې دغه ښار کې د ژوند لپاره یوازي څو سوه زره محدودو کسانو ته د ژوندانه امکانات په پام کې نیول شوي ول. اوس په دې ښار کې په سلګونو زره ډول ډول موټر تګ را تګ کوي په داسي حال کې چې په دې ښار کې یوازي دڅو زرو موټر ته د تګ را تګ آسانتیاوي برابري شوي وی. د کانالزاسیون او پاکو ابو نه شتون د ښاریانو یوه بله لویه ستونزه ده چې لا هم په خپل ځای پاتي ده..د کابل ښار چې کله نا کله پکې سترې ترهګریزې پیښې هم رامنځ ته کیږي د هیواد تر بلې هري سیمې ډیري پاملرني ته اړتیا لري. دا د شرم خبره ده چې یو بهرنۍ میلمه درسره وي او ته ورته دکابل ګډي ګوډې ور ښیې او هغه ته د کابل ښار د ماتو او ګوډو ودانیو په لیدو سره دا ښه ور په یادیږي چې تر کومه حده دغه ښار د مالي فساد قرباني شوی او لا هم د دغې پلازمینې د جوړو لپاره مرسته شوي پیسې د مافیایې ښامارانو خوراک ګرځي. ،"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان د پاشل شويو ملکونو په کتار کې اتم ځای لري", "output": "يوو امريکايي څيړنيز م� �کز( د نړيوالي سولي لپاره د واشنگټن مرکز) او يوې امريکايي مجلې (فارن پاليسي) د يو گډ رپوټ په خپرولو ويلې چې افغانستان د نړۍ د پاشل شويو هيوادونو په کتار کې اتم ځای لري . د نړيوالي سولي لپاره دواشنگټن د مرستو دې م� �کز د نړۍ په 170 هيوادونو کې اقتصادي، ټولنيز او سياسي شاخصونه څيړلي او بيا ېې دا پايلي خپري کړي. رپوټونه واېې چې دې مرکز او د فارن پاليسي په نامه امريکاېۍ مجلې په خپله دې څيړنه کې ويلي چې په افغانستان باندي د کډوالو زيات فشار، اقتصادي فقر، د عايداتو نه برابر ويش او د مرکزي ادارې ضعيف کنترول خورا تاوان رسولی دی .دې ټولني بي وزلي ،تولنيزي نابرابرۍ هغه ستونزي بللې چی په يو هيواد کې د سياسي بی ثباتې لامل گرځي.دا څيړنه چې په افريقايي هيوادونو کې هم تر سره شوي هلته يو شمير هيوادونو په ډير ناوړه حالت کې ښيي چې پر وينا ېې د 10 افريقايي هيوادونو په کتار کې عراق او افغانستان هم ليدل کيږي .د نړيوالي سولې لپاره د واشنگټن د مرستو د دې م� �کز پر وينا چې په نړۍ کې د 32 هيوادونو د پاشل کيدو ويره موجوده ده او د 97نورو هيوادونو راتلونکي د شديدي انديښني وړده .دا ټولنه هغه لس هيوادونو چې د پاشل کيدو له گواښ سره مخ دي داسي اعلاموي، سوډان، عراق ، سوما� �يا، زيمبابوې،چاد، ساحل عاج،کانگو،افغانستان ،گانا او د افريقا مرکزي جمهوريت .دې ټولني د پاکستان هيواد هم د پاشل کيدونکو هيوادونوپه کتار کې په 12م ځای ياد کړی چې پر وينا ېې له افغانستان سره گډي پولي ورته زيات تاوان رسولی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ديموکراتانو جورج بوش ته خبردارى ورکړ", "output": "د امريکا ولسمشر جورج بوش ته دا خبردارى د امريکا د متحدو ايالتونو د استازي مجلس نوې مشرى نينسي پلوسي ورکړى دى او ويلې يې دي که بوش په عراق کې د ام� �يکايي سرتېرو په شمېر کې زياتوالى راولي نو د دې گام لپاره به لومړى کانگرس مطمين کوي. نوموړې دا څرگندونې يو امريکايې تلويزيون ته په مرکه کې وکړې. په دغه هيواد کې د تيرو منځمهاله ټاکنو په پايله کې وروسته د دوولسو ک� �ونو ديموکراتانو د لومړي ځل لپاره د کانگرس چاري پر غاړه واخيستې. د يادونې وړ ده چې څو ورځي وړاندي پلوسى د خپ� �ې دندي د سوگند د مراسمو وروسته په خپله وينا کې عراق ته د نورو سرتيرو د لېږدولو سره خپل مخالفت ښودلى او په ع� �اق کې ميشتو سرتېرو د بيرته رابللو باندي يې ټينگار کړى و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د منار خواته", "output": "د ١٣٨٣ د مرغومي ١٧ کابل : فرهنګي کړۍ وايي چې د کيسه ليکوال عصمت قانع د لنډو کيسو څلورمه ټولګه په پېښور کې چاپ شوې ده . (( د منار خواته )) د ښاغلي قانع د ځينو خپلواو ځينو ژباړل شويو کيسو ټولګه ده . ادبي کړۍ وايي چې تېر کال هم د ښاغلي قانع د لنډو کيسو يوه ټولګه (( ناوې پل اخله جګيږه )) چاپ شوې وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوچيان جټان نه دي", "output": "حبيب الله غمخور - سويډن دروان زکال داکتوبر په څلورمه ورځ په يوه انتر نټ پاڼه کي چي په روسي او فارسي ژبونشرات لري په افغانستان کي دملي شورا له پاره دټاکنو درايو دشمير په هکله تر دغه نامه لاند چي ((دټاکنو دگډدفتر دمعلوماتو پر اساس تر اوس دراتلونکي پارلمان لپاره کانديدانو ته ورکړه سوي رايي 86په سلو کي شميرل سوي دي ،....))دوي دهر ولايت دکانديدانو درايو په هکله ځيني ارقام ليکلي دي ،څرنگه چي دپارلمان لپاره دکوچيانو استازو هم ځانونه ټاکلي دي دوي کوچيان د(( څگانو)) په نامه نومولي دي ، په پښتو ژبه کي څگان ته چي روسي لغت دۍ (( Цыганы )) جټان وايي .زه نه پوهيږم ددغه خبر ليکونکۍ چي دافغانستان په اړوند نشرات لري ولي يې تر اوسه دداشان مشهور قوم (کوچيان) دنوم سره چي په روسي ژبه په کوم نامه يادېږي ندۍ اشنا . اول خوبه دغه بي پروا او ناخبره ژورنالست ته په روسي ژبه دکوچيانو نوم وليکم بيا به نوره تبصره پر وکړم . په روسي ژبه کوچيانو ته ((کاچيونيکي )) кочевники ) ( وايي ، روسي پښتو قاموس دمسکو چاپ 286 پاڼي ته دي مراجعه وسي .فکر کوم دغه ښاغلي ته دافغانستان په هکله لکه يو شمير نور هر څه بې تفا وته دي ،هر نوم چي يې زړه غواړي په افغانستان کي پر يو قوم اېښودلاي سي او يا هغه ته خطاب کولاي سي ،ارزو مي داده چي داښاغلي ټول افغان ولس ته زموږ دهيواد دچارواکو په سترگه ونه گوري ، چي هر څه يې تر چوکۍ قربان کړي دي ،که له افغانانو او افغانستان سره هر څومره سپکاوۍ کيږي دوي ورته چوپ پاته دي ځکه نه غواړي يو بهرنۍ هم خفه کړي ،فکر کوي ممکن هغه دبل بهرني سره اړېکي ولري او ماله دغي څوکۍ نه ليري کړي .موږ که غريب يو نوبي غيرته سوي نه يو خپل وطن او ولس تر هر څه راباندي گران دۍ ،چاته مو په بده سترگه ندي کتلي ،غواړو چي نور هم موږ ته دبي عزتۍ په سترگه ونه گوري .په روسي پښتو قاموس کي دکوچي نوم په تفصيل سره واضح سوۍ دۍ او هلته په روسيه او ټولو روسي ژبه ويونکو هيوادو کي يو ماشوم هم پوهيږي چي دکوچيانو او څگانانو تر منځ مځکه او اسمان ترپير شته . درنو لوستونکو نه غواړم تاسو ته څه درزده کړم مگر دمسلي دروښانتيا لپاره چي دا کار دا ښاغلي په تير وتنه نه بلکي قصدأ او دسپکاوي مه څير کوي ((څگانان )) تاسو ته په څو جملو کي در وپېژنم .څگان په ټول پخوا ني شوروي او اوسنۍ روسې کي هغه توکم دۍ چي دروسي اصلي اوسېدونکي نه دي له ((مالداوي )) څخه چي اوس يو مستقل هيواد دۍ او دپخواني شوري اتحاد يو جمهوريت و دلته راغلي دي ځکه هلته ډير اوسېږي ،داچي ريښه يي په رومانيا او له هغه ځايه په بل ملک پوري تړل کيږي اوس مسله رانه اوږديږي او دهغه څيړل زما ددغي ليکني موخه هم نده ،دقانون پر اساس په پخوا ني شوروي او اوسنۍ روسيه کي دوي دهيواد له نورو قومونو سره مساوي حق لري ،مگر دا حق ورکول له شوروي وخت نه رانيولي بيا تر اوسه په روسيه کي دکاغذ پر مخ پاته سوۍ دۍ ،ښه دا ددوي کار دۍ په موږ پوري اړه نلري . داډله خلک اوس دپخواني شوروي جمهوريتونو په ټولو هيوادوکي تيت دي ددوي سره دوخت ددولتونو لخوا دانصاف څخه ليري چال چلندپايله داسوې چي ثابت داوسيدو ځاي نلري ، البته په دوي کي هم داسي کورنۍ سته چي اوس ښاري سوي او دکور خاوندان دي ،زه دانسان په توگه دوي ته احترام لرم ولي داچي دژوند شرايطو او اقتصادي ناخوالوددوي عادت گرځولی چي غلا وکړي او جيبونه ووهي ( کيسه بري ) او بل کار نلري دا هغه څرگند حقيقت دۍ چي زه يي بايد وليکم ،دوي هم دښار په واټو او دکليو په کوڅو کښي پورته کښته گرځي او هر لاروي ته وايي ، راسه چي پال دي وگورم . ددوي ښکار هلته دمرکزي اسياد ساده زړه خاوندان او يا روسي انجوني چي دخپلي خوښي ځوان ځيني خفه سوۍ وي يابله کومه دغلا او يا عشقي ستونزه ولري دوي ته مراجعه کوي او دوي ييې فال گوري .ددوي ټول کړه وړه زموږ دجتانو سره برابر نه دي ولي ډير سره نږدې دي . دبيلگي غټ ټکۍ يې دادۍ چي زموږ اوستاسو په وطن کي جټان دکوچنۍ اهنگرۍ کارونه هم کله ناکله تر سره کوي خو هغوي بيا داکار نه کوي .دا څگان په ټوله شرقي او غربي اروپا کښي ژوند کوي ،ولي دژوند کوله شيوه يي فرق لري مگر په ټولو هيوادو کي په همدغه نامه يادېږي ، تنها کله ناکله دژبو دتلفظ په شکل کي تو پير وي . دمثال په توگه په سويډن کي دوي ته چي د((څيگېنري )) په نامه يادېږي له نورو سره يو شان حق ورکړه سوۍ دۍ اوله همداشان ښيگڼو نه برخوردار دي لکه نوروگړي ، دهسپانيا ،پخوانۍ يوگوسلاويا او يو شمير نورو هيوادو په پرتله ډير ښه ژوند لري ،په لکس موټرو او لکس بنگلو کي اوسي ،ولي بيا هم خپل عادت يي نه دۍ پراېښۍ په دري ژبه کي وايي : عادت که در شير در ايد به مرگ بر ايد يعني که هر څه لري بيا هم غلاو ته که گير ورسي زړه ښه کوي ، دژوند شيوه او لباس اغوستل ،روابط ،ناسته پاسته يي له نورو سره فرق لري ،او خلک يوه اندازه په ټيټه سترگه ورته گوري کوښښ کوي چي هغوي يې په تعمير کي گاونډۍ نه وي . دوي ته په ټولنه کي په ټيټه سترگه کتل دکوم تعصب له مخي نه دي متاسفانه ددوي کړو وړو دا مقام ددوي په ورپه برخه کړۍ دۍ . دا چي ولي دوي داسي دي ډير نور لاملونه لري چي اوس يې دڅېړلو وخت ندۍ . فکر کوم اوس لږ معلومات پيدا سو چي ((څگان )) څوک دي .تاسو قضاوت وکړۍ ،ايا کوچيان داسي دي ؟؟؟ ځکه پر موږ افغانانو بد تأثير کوي کله چي کوچيانو ته څوک د(( څگان )) خطاب وکړي .که دکوچي او يا پوونده کليمي مفهوم څېړو نو داټکۍ هم بايد په نظر کي ور سره ولرو چي دتاريخ په اوږدو کي چاته په کوم نامه ږغ سوۍ دۍ ،او يانومول سوۍ دۍ . هر هغه چاته چي ديوه ځايه بل ځاي ته کوچ کوي کوچۍ نشو ويلاي .زمو ږ په هيواد کي نور لږه کي قومونه شته چي دروسي يا اورپايي څگان پشان چلند ورسره سوۍ دۍ هغوي افغانان دي خو دهغوي دژوند دحالت وښه والي ته هيڅ ډول پاملرنه نده سوي ،ځکه هم تر اوسه داسي خوار زار ژوندکوي او دژوندله عادي انساني نعماتو څخه محروم ساتل سوي دي . هغه قومونه دادي : جټان ،گوجر اوجوگې .ددغو قومونو دژوند د ډول، دود ،دسترو او رواج تر منځ کاملا فرق شته . هر يو توکم په بيله ژبه خبري کوي او بيل کلتور لري . جوگي توکم له بخارا څخه راغلي او جټان د مرکزي اسياله لاري همدغه دڅگانو سلسله ده که څه هم ځيني واي له هند يا هندي کشمير نه راغلي ،خو زه پدې باور يم چي دڅگانو څوکورونه دپخوا نيو شاهانو تر منځ په جگړو کي دافغانستان په لور را اوښتي دي او اوس دلته دڅوسو کلو راپدې خوا اوسي او هغوي هم ځانونه افغانان بولي .گوجر هم هغه مهاجر دي چي په افغانستان کي داوسېدو لوي اوږد تاريخ نلري هغوي له هند نه ډير پخوا راغلي دي . دوي يوهم پوونده ندي يعني دپسونو او وزو رمې نلري او نه يي درلودې . يوازي گوجرو دبزو . آسانو او غويو په روزنه بوخت دي . هغوي مځکي نلري ډيري کمي مځکي دهيواد په شرقي سيمو او دبدخشان په شاوخاوا کي په راوروسته کي پيدا کړې دي . گوجر او جټان پر خپله ژبه سر بيره په پښتو او دري (هغسي دري) چي په دوي کي مروجه ده خبري کوي . دا دري واړ ه قومونه په وړوترکاڼيو اهنگريواو لاسي صنايعو په توليد مصروف دي . دوي ډير کوچني قومونه دي ،ددوي ډير والۍ ځکه مشکل دۍ چي دوي خپلي پيغلي بل چاته نه ورکوي او نه هم خپل ځوان ته دبل ټبر نه پيغله ودوي . دهيواد دنورو قومونو دخلکو په انډول دژوندخواريو او ستونزوله دوي نه دشوق او عشق احساس دۍ .، ځکه يي شمير کم دۍ حتا داسي امکان شته چي جوگيان او جټان به دوخت په تيرېدو سره ورک سي ، او گوجربه لاتر يوه وخت پوري د يووړوکي قوم په توگي پاته وي . دگوجرو اړېکي له پښتنو سره تر نورو قومونو زياتي دي کله چي نور له دوي نه غټ قومونه له دوي سره ظلم او تادا شروع کړي په هغه وخت کي پښتنو ته پناه ور وړي . دوي تقريبأ ميشت قوم دۍ ،ولي جوگيان او جټان ټول عمر له يوه ځاي نه بل ځاي ته کډه کيږي ،هر چيري چي پسي پلاس راوړاي سي اويايي کاروبار ښه وي هلته ځي ، جوگيان په اخلاقي فساد ډير اخته دي له همدې لارر هم په لويو ښارونو کي ځانته ډوډۍ پيداکوي .که چيري په ښاروکي ددوي لپاره دژوندکول شرايط برابر وي دوي هلته کډه کوي . همدلته غواړم ووايم چي له گوجرو سره دپارلمان او ولايتي شورا په ټاکلو کي له حد نه زيات ظلم وشو او ددوي ته دولت دافغانانو دنورو قومونو پشان حق ور نکړ . که زموږ ښاغلي چارواکي هم کوچيان ،گوجر ،جټان او جوگيان سره گډوي بيانو دروسي ژورناليست څه گناه نشته . وايي (( کفرگر از کعبه خيزد کجاماند مسلماني )) . ددغو پورته نومول سو قومونو خصوصيات يوهم په کوچيانو کي نشته ،د کوچيانو غوڅ اکثريت په پښتو ژبه خبري کوي . تاريخ ليکونکي وايي دانسانانو دکوچي توب دغه شيوه دميلاد څخه دمخه ددوه زرم کال په پاي کي راشروع سوې ده ،داچي په ټوله نړۍ کي دکوچيانو په دود دژوندکولو نور قومونه هم خورا ډير دي چي هغو ته هم کوچيان ويلسوي دي او هلته يې هم ريښي تر اوسه لا پاته دي ،چي ان له اروپانه تر امريکا هم رسيدلي دي .زموږ په هيواد کي کوچيان دپښتنو د قومونو هغه برخه ده چي دڅوزرو کالو راپدې خوا يي دڅارويوله روزني ، اودهغوي دمحصولاتو له سوداگرۍ او تورو کيږديو سره مخه ښه نده کړې .کوچي يا پونده هغه چاته ويل سوي دي چي په ترور خيمو کي ژوند کوي ، دپسو ،وزو په روزلو بخت وي او دخپلو څارويو دروزلوپه خاطرد څړځايونو او ورشوگانو دپيداکولوپه منظور دکال په مختلفو فصلونو کي له يوه ځايه بل ځاي ته کوچ کوي . کوچيان دکوچ او باردوړلو راوړلو په منظور اوښان هم روزي .دډيرو پيسو خاندان يي ماري اوښان چي ډير قيمت لري دځان لپاره ساتي ، چي ديوه ځاي نه بل ځاي ته پر هغه سفر وکړي لکه ځيني خانان چي ښايسته آسان لري . کوچيان دژوند ټولي اړتياوي دڅارويو دمحصولاتو او هغو دخرڅلاو له لاري پوره کوي .دکوچيانو دنوم ريښه دانگليسي ژبي (Nomandes) ))پوري رسيږي ،په سويدني ژبه ورته نومادر (Nomader ) چي ديوناني (Nemein) له کليمي سره چي دڅرېدلو په معنا ده ارتباط لري ،ځکه د کوچيانو دپيژندلو بيلگه هم دڅارويو څرېدل دی .کوچيان داوسېدو ځاي ته مېنه وايي ، ددوي دکال دټولو موسمونو مېني ، دتگ راتگ عنعنوي لاري معلومي وي همدا لامل دۍ چي اوس هم کله نکله دکوچيانو او نورو ميشتو قومونو تر منځ ددغو ورشوگانو پر سر جگړې پېښيږې . کوچيان پرلاندي دريو ډلو وېشل سوي دي لکه :اول : عبوري کوچيان ،دا هغه کوچيان دي چي په ژمي دپاکستان په لور دکرښي نه هاخوا تلل او په دوبي دهيواد په داخلي ورشوگانو او څړ ځايونه چي دډيرو پخوا زمانو راپدې خوا ددوي دورشو گانو په نامه يادي سوي دي چي له پنجشيره نيولې بيا داسي د پغمان غرونه ،دباميان ،غزني ،دايکنډي ،خاص اروزگان ان دغوراتو پوري رسېږي او کوچيانو ورته سيا بندوايه يعني (سوړ ) ځاي . دوهم : غير عبوري کوچيان ،دا ډله کوچيان په وړي او ژمي کي دهيواد په دننه کښي له شرقي سيمو نه تر مرکزي او غربي سيمو پوري تگ راتگ کوي .دريم : نيمه کوچيان ،دا هغه گروپ کوچيان دي چي نيم کور يې په وړي کي دڅارويو درمو سره دغرو لمنو ته ځي او نيم کور يي پر خپل ځاي پاته وي . دا ډول کوچيان اکثره دافغانستان د شمالي او شمالي غربي ولاياتو په مربوطاتو کي ژوند کوي . د ،ملکي زيو ،عليزيو ،نورزيو ،ازبکو ،بلوڅو ،ترکمنو ،قرغزو ،فيروز کوهيانو ،جمشيديانو او ايماقواونور قومونه چي اوس يي نوم په فکر کي نه راگرځي د دهرات ،بادغيس ،غور ،فارياب ،قندز،سرپل ،سمنگان ،جوزجان،کاپيسا ، بغلان،او بلخ دولاياتو په سيمو ژوند کوي . ددغو کوچيانو محصولات غالۍ ،کمبلي ،دقرقل پوستکۍ ،شيدې ،غوړي دي . دهيواد دشمالي ولاياتو نيمه کوچيان څاروي يوازي دقرقل دپوستکو او غاليو داوبدلو لپاره روزي ، دهيواد په شمال کي داسحاق زي کوچيانو لويه برخه اوسي .پدغو او نورو ولاياتو کي غوڅ اکثريت کو چيان پښتانه اود سوني مذهب پيروان دي . پښتانه کوچيان هم پر دو لويوڅانگو وېشل سوې دي لکه دوراني او غلجي ،ددوي تر منځ په ژبه دود او دستور کي کوم ترپير نسته تنها لکه نور نوپښتانه پر دغو دولويو او بيا وړو پښو(څانگو) وېشل سوي دي .دعبوري کوچيانو دوړي د موسم او غير عبوري کوچيانو دژمي او دوبي څړځايونه يا ورشو گاني دڅوسو کلو راپدي خوا معلومي دي چي دهيواد له شرقي سيمو شروع بيا تر مرکزي سيمو ،جنوب کي کندهار ،زابل ،هلمند ،فراه ،اوغربي سيمي په بر کي نيسي .دعبوري کوچيانو لوي قوم احمدزي کوچيان دي چي نه څانگي لري ،ناصر ،دولتزي ،اتمانزي ،سينزي ، عرب ،تر ه خيل او دشرقي سيمو ملاخيل کوچيان هم په ژمي دپيښور په لور تلل . داجرستان ملاخيل بيا دننه په هيواد کي تگ راتگ کوي . تره کي او اندړ کوچيان هم له ډير پخوا نه دکرښي څخه دتېرېدونه مخ اړه ولۍ ، دهيواد په داخل کي په دوبي سړواو ژمي بيرته دغزني ،زابل سيمو ته راگرځي .دا کوچيان ټول له يوه مخه پښتانه دي ټول پسونه ،وزي او اوښان ساتي ،محصولات يي وړۍ ،پوستکۍ ،غوړي ،شيدې ،او غوښي دي . دکوچيانو دنورزو او اڅکزو قومونو زياته برخه دکوچي توب دژوند نه لاس په سر سول يو شمير يي سوداگر ي ته مخه کړه او يو شمير يي دارزگان ، کندهار او کرښي نه هاخوا ميشته سول . دغه دوه قومونه اوس دکندهار ،پاکستان هند او دوبۍ دسوداگرۍ په کاروبار اخته دي ،دوي اوس ددغه شان سوداگرۍ ډيره ښه تجربه لري ،دهيواد اکثره دکباړي دوکانونه ،او لوي مرکيټونه ددوي پلاس کي دي . بيله هرات نه چي هلته لږ نورزي نيمه کوچيان دي نور ټول نورزي او اڅکزي ميشته سول ،البته ددوي په ميشته کيدوکي دولت کوم رول نه لاره ، دوي خپله دالار ځانته غوره کړه ،فکر کوم عمده لامل به يې ددواړو هيوادو تر منځ دکرښي پر يوه او بله خوا اوسيدل وه . پښتانه کوچيانو له ډيرو پخوا زمانو دتجارت او يا دتجارو دمالونو دوړلو راوړلو سره سروکار درلود؛ دوي له منځنۍ اسيا،ايران او هند نه يو اوبل ځاي ته دتجارتي مالونو په وړلو راوړلو کي لوي لاس درلود ،ځکه کوچيان زړ ه ور او جگړه مار خلک وه ، له دوي نه هر بي لاري او غل ويريده .دکوچيانو دا افسانوي ژوند چي په ښو ورشوگانو او دنگو دنگو غرونو په لمنو کي تيرېده زياتي ستونزي يې هم لرلې . دوي تر اوسه دسواد ،روغتيايي مرستو ،پاکو اوبو ،دوا درملو او نورو هغو شيانو څخه محروم دي کوم چي دانسان دژوند دپايښت لپاره ستر ارزښت لري .کو چيان چي دقيق شمير يي هيچاته ندۍ معلوم داټکل پر اساس ددوي شمير له دونه تر دريو ميليونو پوري رسېږي پدي وروستۍ لعنتي کورنۍ جگړه کي تر بل هر چا زيات زيانمن سوه ؛ دغو پنځه ويشت کالو جگړې په سلهاوو زره کوچيان له څارويو نه خلاص کړه . هغه چي همداوس څاروي نلري غواړي څاروي او توره کږدۍ ولري ،اوخپل پخوا نۍ ژوند شروع کړي ،خو متاسفانه ددولت لخوا دکوچيانو دژوند دبيارغوني (اعاده ) کولو لپاره ددوي سره مالي مرسته ونه شوه چي دوي څاروي رانيسي او ژوند ته دوام ورکړي ؛ دوي ته تل هغه وعده ورکړه سوې ده چي وايي (( بزک بزک نه مر جوي لغمان ميرسد )) دا چي دا دلغما ن اوربشي به کله رسيږي زه خپله نه پوهيږم . دپرديوله پيسو څخه څه ناڅه په کليو او ښاروکي کوم کارونه تر سره کيږي ولي دهيواد دا څوميليونه انسانان چي دنورو هيوادوالو پشان مستحق دي او ځانگړي پاملرني ته اړتيا لري دټولو چاروکو هير دي . ټولو حکومتونو دکو چيانو سره د مرستي ،دهغوي ماشومانو ته دليک لوست دذده کولوپه خاطر دگرځنده او ثابتو مکتبونو ،ليليه ښوونځيو د جوړولو ،گرځنده کلينيکونو ،په ژمنيو او دوبنيو څړځايونو کي دموقتي روغتونو جوړولو په دغو څړ ځايونو او ددوي پر عنعنوي لارو باندي دژوروڅاگانو دکيندلو او بلا خره دهغو دميشته کولو دومره وعدي ورکړه سوي دي چي يوه يي لاتر اوسه نده پلې سوې . دهيواد په کچه تر بل هر چا زيات همدا اوس دکوچي ميندو او ماشوم دمرگ کچه لوړه ده .زه نه پوهيږم چي اوس دقومونو او قبايلو وزارت ،دکوچيانو رياست او دکوچيانو شوراپه څه مصروف دي ؟خداي دي وکړي چي پارلمان ته ددوي واقعي استازي تللي وي ، او هغوي دا امکان تر لاسه کړي چي چارواکي له يوه مخه تر گيوان ونيسي او دکوچيانو دا دري ، څلور کاله خوړل سوۍ حق ددوي له ستوني راوباسي .که داکار ونسي نو دکوچيانو چاره دي هم دملک دنور ولس په شان خداي وکړې . فکر کوم په دغه لنډه تشريح به دا ښاغلۍ او نور ښاغلي چي کله کله هغوي هم کوچيانو ته توهين کوي ،کله يي پاکستانيان او کله وايي دځانگړي حق مستحق ندي پدي سر خلاص سوج وي ، چي کوچيان دافغانستان دپښتون قوم يوه برخه ده کوم چي دژوندددوام لپاره يي د څارويو دروزلو له لاري دژوند تر سره کولولار ټاکلې ده . که پښتانه ،ازبک ،تکمن ،بلوڅ ،ايماق ،قرغز ،فيروز کوهيان او جمشيديان کوچيان دي يو توکم هم ((څگن)) يعني (جټ ) ندۍ هيله مند يم چي ښاغلي ژورناليستان په راتلونکو ليکنو او څېړنو کښي هر څه پخپل نامه ونوموي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهدايت الله هدايت له خوا دخواشينۍ پيغام", "output": "په ډېره خواشينۍ او خفګان سره مې زموږ د ټو� �ني ډېر پياوړی نوميالی ليکوال ، محقق، او کارپوه کانديداکاډميسين محمد انور نوميالی د مړيني خبر چې په ډنما� �ک کې په حق رسيدلی دی، واورېد . اناالله وانا اليه راجعون .خدای بخښلی کانديداکاډميسين محمد انور نوميالی يو سپېڅلی انسان ، يووطنپاله افغان ، يو زړه سوانده او حليم شخصيت، يوکارپوه او رياليسټ ليکوال او يو ژو� �څېړونکی و. زموږ په ګران افغانستان کې به دارواښاد محمد انور نوميالي تشه تل محسوسه وي او ګرانه ده چې هغه دي ډکه سي .زه دځان او خپلي کورنۍ لخوا د خدای بخښلي کانديد اکاډميسين نوميالي صاحب په مړينه دزړه ژوره خواشيني څرګنده وم او دهغه مرحوم دکورنۍ و غړو او دوستانو ته د صبر او زغم غوښتنه کوم . لوی خدای ج دي زموږ دټولو په زړو کې پياوړی نوميالی، مرحوم محمد انور نوميالی روح دي ښاد لري او جنتونه دي يې په نصيب کړي . په درناويهدايت الله هدايت۵/۱۰/۲۰۰۶اسټرليا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان کډوالو په راستنيدوکې کمښت راغلى", "output": "افغانستان کې دګډوالو د نړيوالې ادارې رپوټ و� �ګړى ، چې له ګاونډيو هېوادو څخه د افغان کډوالو په راستنيدو کې په سلو کې ٤٠ کمښت راغلۍ ، چې لاملونه يې د نوموړى ادارې د چارواکو له لوري د ناراميو زياتيدل او د افغانستان په جنوبى او جنوب ختيځو سيمو کې د بيارغاونى دکا� �ونو پڅيدل او نه کيدل په ګوته شوي . ددغه ادارې د رپوټ له مخې تير کال نږدې ٣ سوه زره افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي او ډيرو کسانو خپل هېوادد اقتصادى ستونزو او بيکارى له امله بيرته پريښودى دى. د نوموړې ادارې په وينا اوس مهال ٢ نيم ميليون افغان ګډوال په پاکستان او نږدې يو ميليون کډوال په ايران کې ژوند کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تر یاک هغه ناوړی بوټی دی چې په زور له مينځه نځي (الکوزی)", "output": "تر یاک هغه ناوړی بوټی دی چې په زور له مينځه نځي (الکوزی) د الکوزی لیکنه تر یاک هغه بوټي دی چی په نړی او افغانستان کښی یی د می� �یونو ځوانانو ژوند د تدریجی مرګ او فلاکت سره مخ کړي دي. بل داچی همد ی بوټی د ډیرو افغانی پیغلو له س� �ه پړونی لیری کړی. او په اکثریت ولایتونو کښي چی ددی ناوړه بوټی کار باریان موجود وی مجبوره بزګرانو خپلی نیازبینی لورانی په داسی زړو واده کړی دی چی هغوی د لمانځه لپاره هم د بل په مرسته پاڅیږی. بل داچی د همدی بوټی له امله د تنکیو ځوانو غوښی په دښتو او سړکونو د حیواناتو خوراک شوی دی. نو پوښتنه دلته ده چی دا بوټی په زور له منځه ځی او که د خوار بزګر پر سر د شفقت او لطف دلاس را کشولو په واسطه ؟ ښه مثال یی هلمند دی د هلم ند بزګران چی د هری خوا څخه تر مختلفو تهدیونو لاندی دی د بیلګی په تو ګه د قاچاکبرانو، د بین الملی معافیایی � �لو، د خانانو او ملکانو، د جنګونو او هم د یوی مناسبی کرهنیزی اداری نه شتو ن او داسی نور. په تیرو څو ک� �نو کښي د هلمند په ولایت کښی یوه امریکایی موسسه چی د ای ډی پی/ایس په نامه یادیږی او د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایی اداری له خوا تمولیږی وکړای شول چی د بزګرانو پر سر د شفقت او مهربانی لاس را کش کړی. موثریت ددی پروژو په دی کښی نغښتی وه چی په مستقیمه او جدا ګانه توګه باندی لدی خوار او غریبو بزګرانو پرته � �ه ژبنی، قومی، سمتی او سیاسی مسایلو د نه په نظر کښی نیول سره همکاری وکړه. دغه پروژو وکړای شول چی ۲� �۶۶۷ بزګرانو ته په مستقیمه او جدا ګانه توګه د جوارو، پلیو، او په یولویه پیمانه د غنمو تخم ، تور انبار سپین انبار ورکړی تر څو ۹۶۴۰۰ جریبه ځمکه تر خپل پوښښ لاندی راولی. او برعلاوه ددی مرستو د بزګرانو سره فنی ، تخنیکی مرستی او هم همدی بزګرانو ته ددوی د ځمکی پر سر د کرکیلی نوی او موډرنه تخنیکونه وروښودل شی. ددی مرستو بیرته لاسته راوړنه چی بزګر ته راځی ټول ټال تر ۶۰ شپیته میلیونه امریکایی ډالرو اټکل شوی ده. چی په اوسنی حالت کښی تر تریاکو څو برابره زیاته ده. چی په بله معنی ( هم ثواب دی او هم خرما) موږ په دی عقیده یو چی که چیری دا مرستی نه وای نو دی خوار غریب بزګر دری لاری درلودلی یا به ځمکه په اجاره قاچاقبر ته ورکوله چی هغی ت� �یاک پری کرلی وای، یا به د بازار له منډوی څخه په سود تخم او کوډ اخیست او یا به هم خواره پاتی کیده نو دی هلم ند خوار او رنځیدلی بزرګر تر یوه حده لدی دریو لارو څخه ژغورل شوی دی. اکثرا بزګرانو چی ددی پروژی څخه خبر شول خپلی په تریاکو کرل شوی ځمکی یی تخریب کړی او غنم یی پری کرلی دی چی ددی افتخار د هلمند ټول زړه ور بچیان حقدا� �ه دی. د فیصدی په لحاظ نو دا ګرانه خبره ده چی و ټاکل شی چی څومره ځمکه په شفقت او مهربانی د تریاکو له شره څخه خلاصه شوی خو اټکل کیږی چی ۴۵ ٪ پر ۱۰۰ کښی انشاالله کمی پکښی تر سترګو کیږی. ولی شرط دا دی چی داسی پروژی په همدی شکل ایمانداره، صادقه، او چی له خدایه وویرږی ورکړای شی. بل اوس دولت او نورو بهرنی باید څه مسو� �یت ولری هغه دادی چی باید ددی ۱۲۵۳۲۰ متریک ټنو محصولاتو له پاره بازار پیدا کړی چی همدا افغانستان دی او اول باید دوی پدی لټه کښی شی چی ددی خوار او غریب بزګر محصول ورته خرڅ او یا واخلی او د بهر څخه دی دا قراردادونه پریږدی او جیب بر علاوه د ددی اولس کور او اولاد هم په نظر کښی ونیسی. دوی په کمپاینونو ډیری پیسی هم لګوی که چیره په یوه ځمکه بزګر خوله تویی کړی او ته بیا ورځی په زور یی له منځه وړی چی کیدای شی د بعضو خلکو د مرګ سبب هم وګرځی هم دغه یو لامل دی چی د دولت او خلکو تر مابین واټن راشی . د خلکو سره مرستی وکړی چی همدا مرستی ددی کم پاینونو پر ځای ددی خوار اولس او دولت تر مابین هغه ایجاد شوی واټن هم کم کړی. په ساده الفاظو به ووایو یوی منبع دا مټی را ونغاړلی چی د بزګر سره یی ښی په کافی او مناسبه تو ګه مرستی وکړی، بزګر خپلی مټی ونغاړلی او خو� �ی یی تویی کړی او نو ځوانه ستا وار دی چی یایی تری واخلی په مناسبه بیه او یا هم مارکيټ ور پیدا کړی. دابه تر پایه د خارجیانو مسولیت نه وی ستا ونډه باید دولته پکښی ډیره وی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنی د ۲۰۱۳ کال په درشل کې(دفقیرزي لیکنه)", "output": "غزني د دوه زرو دیارلسم کال په در � �ل کې لیکوال: سیدرحمن فقیرزی غزني دهیواد یو له ترټولولرغوي ولایت دی دغه لرغونې ولایت دهیواد په پېښلېک کې دََځانګړې ځای درلودونګې دی اود تاریخ په اوږدوکې کله دامپراتورۍ د پلازمېنې په توګه پاته شوي او کله هم دوخت دزبرځواکوله خواداسې لولپه کړل شوې چي هرڅه یې له خاوروسره خاورې شوي خوداهرځه دتاریخ پر پاڼوپه زرینو کرښولیکل شوي او له دغو لوړتیاوو اوځوړتیاووڅخه څوک سترګې نشي پټولای اوهرڅوک دهغه وخت چوپړکوونکي او و� �انوونکې پېژني هوکې تاریخ ددې هرڅه په ډاګه کوونکې دی زه پخوانی له برمه ډک غزني پرځای پرېږدم او غواړم پر ننې غزني يو څه تم شم .چې دچارواکو دنه پام لرنې له امله دهیواد په کچه ناامنه او دوالیانودازمیښتون او په نورو داسې نومونو یادیږي چې په هر ډګر کې د دې ولایت شاتوالې په ګوته کوي غزني دطالبانو دواکمنې له ړنګېدو او د نړیوا� �ې ټولنې په تیره بیاد امریکې په ملاتړد اوسنې دولت په رامینځته کیدو سره بېلابېل والیان وازمېل غزني ته دغه ټول راغلي والیان د خپلې وړتیا له مخې ندي را استول شوي بلکې د دوي داستولو موخې نورې وي چې د دا ډول راستولو څرګندې بیلګې به دجهادې پیر او د مجاهدینود واکمنۍ پیژندل شوې څیرې ښاغلې قارې بابا او حاجې شیرعلم را واخلو دولت دغه دواړه ښاغلي ددې لپاره دواک پرګدې کښېنول چې په یو ډول سره دهغوي پرخولو برغولې کیږدي سره له دې چې نوموړو دواړو ښاغلیو پر خلکو دظلم او زیاتې ښه نامتو شالیدونه هم لرل دولت دغزني لپاره وړکسان وبلل داخو ځکه چې د طالبانو � �ه را پر ځیدو وروسته په غزني کې ترټولو نوموتې جهادې قوماندان قارې با با و چې د وخت دولت دمجاهدو دخوښې لپاره دغزني ولا یت ده ته ور پرېښود اود شیرعلم ټاکنه بیا دغزني دوالي په توګه له دې امله وشوه چې په یو ډول سره په کابل کې د نوموړي د زور واکۍ او زبرځواکۍ مخه ونیول شي او سوکه سوکه یې واک ترې واخستل شي چې بیا هم داسې وشول هم دڅوکلونو په لړکې دغه ولایت ته ډول ډول کسان د والیانویانو په توګه راغلل چې ځینی د هیواد دولایتونو دوالیانو په کچه سخت دریځه ول او ځینې نور یې بیا دومره لویدیځپال ول چی ان په خپل نوم کې یې دمحمد(ص) دنوم مختاړې هم نه پ� �یښود او خلکوته به یې ویل چي در نام مه نامې یتیم بچه را نګیرد خودوغو والیانو خپله ازموینه ورکړه اوله دندې څ خه له ګوښه کیدو وروسته یې پر دولت تور ولګاوه چې له والیانو سره په کړیو ژمنو کي پاته راغلې زما په اند اوسم هال دولت ته په کارده چي پهِ غزني کې په کار پوه کسان په دندو وګماري ځکه چې ِ دغه ولایت ته دبیارغاونې یو ښه مو� �عه برابره شوي او دوه زرو دیارلسم کالته داسلامې تمدن او کلتور د پلازمینې په توګه ټاکل شوي دولت بویه غزني ته د دې ټا ټوبې په خاورې مین کسان راولیږي چې په رښتیا یې هم مو خه خلکوته دخدمت کول وي نه د خپلو جیبونو ډکول که څه هم ددغه ولایت ځینو پخوانیو والیانو په څرګنده دخلکو په هیلو لو بې وکړي خو دمرکزي دو لت له لوري دومره هم ورته ونه ویل شول چې ولي خو زه دغو والیانو ته وایم هغه ورځ راتلونکې ده چې له تا سو څخه وپوښتل شي او دخلکو په وړاندې سر کوزې ودرېږي ښاغلې ولسمشر ته په دې پو هیږی چې په غزني کې ستا د ولسمشرې راهسې د بیا رغاونې څومره پروژې پلې کړل شوي او دغه پروژې څومره پر استندرد برا برې دي؟ لومړی خو دا چې ته به پر دې هر څه خبر یې خو که نه یې خبر زه به مو ټ د خر وارد نمو نې په تو ګه د فروخې واټ درته وښیم ددغه واټ سړک د تیر کال را هسې درې ځلي پوخ شوي خو اوس بیا بیرته خپل لومړنې حالت ته را ګر خیدلي چې دغه ډول پروژوته به ښه دا وي چې د بیا رغاونې د پروژو پر ځای د بیا غو� �وني پروژې ووایو ایا دا ډول پروژې د والیانو له درغلیو او اختلاسونوپلو نه پورته کوي؟ ښاغلي ولسمشرغزني اوس د دوه زرو دیارلسم کال په در شل کې دی ا و په داسې حساس وخت غزني ته د رښتینواو هڅاندو کسانو اړتیاده هیله ده چې په غزني له روانو چارو څخه له نژدې څارنه وشي هسې نه چې پر دې ولایت لګېدونکې ملیونه ډالره هم دڅو کسانو جیبونو ته ولویږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر داود خان او کورنۍ يې څرنگه ووژل شول ؟", "output": "د بي بي سي له پښتو څانګي څ خه په مننه راپور: ډاکټر داود جنبشله ولسمشر داود خان سره د غويي د اوومې په کودتا کې د دۀ د کورنۍ په � �سگونو کسان ووژل شول.د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود د برخليک په اړه چې د ثور پر اوومه څه پرې راغل� �، ډېرې خبرې شوي او بېشمېره کتابونه ليکل شوي. خو يو يې هم ښايي د ارزښت له پلوه هغه څه ته ونه رسېږي چې د ده خپ� �ه وريندار يې وايي.ميرمن زهره د داودخان تر وژل کېدو څو شېبې دمخه په ارگ کې له هغه سره وه او تر وژل کېدو و� �وسته يې د هغه او د کورنۍ د غړو مړي په خپلو سترگو ليدلي دي. مېرمن زهره اوس په لندن کې د زړو خلکو په يوه پا� �نځي کې شپې تېروي. داود جنبش د زهرې خاطرې اوريدلي دي او داسې يې يادويپه لومړي سر کې به څوک تصور هم ونه کړي چې دا د افغانستان د وروستي پاچا خور او د لومړني ولسمشر وريندار ده. دا د لندن له نورو بېوسه زړو سره يو ځاى په يوه پالنځي کې اوسي، خو ددې خونه تر هغو توپير لري ځکه چې ټوله د سردار محمد داود او د دې د خپل څښتن محمد نعيم په عکسونو او يادگارونو ډکه ده. دلته د افغانستان د نژدې يوې پېړۍ خاطرې خوندي دي، چې تر ټولو ويرجنې يې په دېرش کاله مخکې پورې اړه مومي. زهره نه غواړي چې عکس يې واخيستل شي، د غږ له ثبتولو سره هم جوړه نه ده، خو د ثور د اوومې نېټې د غملړلې پېښې نکل په لېوالتيا سره کوي: هغه وايي: په هغه ورځ، نعيم خان نه و. لوڼې مې په کور کې وې او لمسيان ښوونځيو ته تللي وو. زه مې د وېښتانو د جوړولو له پاره وتلې وم چې يو افسر راغى او په بيړه يې ارگ ته وغوښتم. موږ د داود خان له بچو سره يوځاى گلخانې ماڼۍ ته ورغلو. داود خان په خپل دفتر کې له چاسره پر ټېلېفون خب� �ې کولې. هلته کېناستو. په دې کې.... الوتکو له پاسه د بمونو غورځول پيل کړل. دا حالت تر ماښامه روان و. چې بمبارد زور واخيست، داود خان وويل: ځئ لاندې ولاړ شئ. د وتلو پر مهال، د گلخانې د وره له خوانه ډزې پيل شوې. فکر کوم دا د ا� �گ دننه د خلقيانو او پرچميانو ډزې وې. په دهليز کې د داود خان لور زرلښته او لمسۍ يې غزال چې اته کلنه او د عمر � �ور وه، ټپيان شوي وو. هغوى يې بلې خونې ته راوړل. زما لمسۍ-- ديارلس کلنه صفورا پر ټټر لگېدلې وه، د داودخان زوم- نظام وويل چې ضعف يې کړې دى، نوره ښه ده، خو چې ويې ليده نو مړه شوې وه. زما د سترگو په وړاندې مړه شوه. او د غېږې کوچنيان هم خوندي نه وو: شيما - چې د سردارصاحب (داود خان ) نږور او د وېس مېرمن وه، دوه بچيان يې په غېږ کې نيو� �ي وو او ديوال ته يې تکيه کړې وه، کله چې موږ راووتو دوى په گولۍ لگېدلي وو. له خپلو بچو سره يو ځاى درېواړه � �هيدان شوي وو. له زهرې نه مې هيله وکړه چې دا خبره يې ثبت کړم چې ددې په خپل غږ راشي، پورته يې راته وکتل او د هو سر يې وخوځاوه.نور نکل يې داسې اوږد کړ: زما او د نعيم خان لور زرمينه، د داود خان خور عايشه چې معيوبه وه او په گاډي کې به گرځېده، د داود خان مېرمن زينب چې زما خور وه او لوڼې يې – شينکۍ او زرلښته داودخان ته ورغلل او څنگ ته يې ودرېدل. دا صحنه مې پخپله نده ليدلې، خو راته وويل شول چې په دې وخت کې داود خان ته له لېرې نه غږ کېده چې تسليم شه. هغه ورته په ځواب کې وويل چې له خپل خداى پرته چاته نه تسلېمېږي. په همدې وخت کې دډزو غږ شو: داود خان، نعيم خان، زينب، شينکۍ، د داود خان درې واړه زامن: خالد، ويس او عمر او دغه راز نظام – د شاه محمود خان زوى – دوى ټول ځاى پرځاى همدغلته ووژل شول. (کودتاکوونکي) وروسته په موږ پسې راغلل او ويل يې چې ځئ له دې خونې نه ووځئ او که نه نو د کوټې چت درباندې رالوېږي. د وتلو پرمهال مې وليدل چې د داود خان، نعيم خان او نورو مړي پراته دي. زه هم په پښه لگېدلې وم. موږ څو تنه يې وروسته روغتون ته بوتلو. لس ورځې يې دلته وساتلو او بيا يې محبس ته بوتلو. دوه تنه – د نعيم خان لمسۍ – خورشيد او توران چې د سردار تيمور شاه زوى و، په روغتون کې وساتل شول. د داود خان يوه نږور – گلالۍ چې د عمر مېرمن وه، اووه ډزه لگېدلې وه، خو ژوندۍ پاتې شوه. له زهرې نه مې وپوښتل چې د د اود خان د خولې وروستي ټکي يې په ياد دي؟هغې بې له ځنډه وويل: هو. نکل يې پيل کړ. خو ما ودروله. نه... خير دى، په خپلو ټکو يې راته ووايه. او هغې بيا زړه نازړه موافقه وکړه: کله چې هغوى راغلل او لټول يې کول، زه د خپل مېړه څنگ ته ناسته وم. پښه يې په گولۍ لگېدلې وه. ما نه غوښتل چې ووځم خو خپله سردار صاحب (يعنې داود خان) وويل چې ځئ، ووځئ. ولاړو او په هغه بله خونه کې کېناستو، نور نو بيا نه يو پوه شوي. زهره وايي چې د کورنۍ شاوخوا اويا غړي يې د ثور پر هاغه باراني ورځ ووژل شول. او پوښتي چې دېرش کاله وروسته اوس داسې څوک شته چې د دوى او د هيواد د لومړني ولسمشر د ښخېدو ځاى ومومي او زيارت پرې جوړ کړي؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوريايي ميرمني: زمونږ ماغزه آرام ندي", "output": "دغه دوه کوریایی میرمني چې په د ورستیو کې د طالبانو له بنده آزادي سوي وایې چې تر هغه به یی ماغزه آرام نه وي تر څو چې یې پاتی 19 تنه ملگري د طالبانو له خوا نه وي خوشي شوي . دا دوه میرمني د هغو 23 کسانو په ډله کې وي چې د جولایی په 19مه د غزنی له قره باغ ولسوالۍ څخه وتښتول شول. له الجزیره تلویزیون سره په مرکه کې دوي وویل: مونږ له طالبانو هیله لرو چې زمونږ پاتی هیوادوال روغ رمټ خوشی کړی . له بلی خوا وهاج کلينيک له طالبانو دتښتول شوي الماني ددرملنې اجازه وغوښته . په کابل کې د وهاج په نامه د يوه شخصي روغتيايي کلينيک چارواکيو، پرطالبانو غږ وکړ چې د هغوى لخوا د تښتول شوي الماني انجنير د درملنې اجازه ورکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پنځه افغان وگړي پاکستاني پولیسو نيولي دي", "output": "جلالزی + کابل پنځه افغان وگړي پاکستاني پولیسو د هغه هیواد کورني امنیت ته د گواښ د رامنځ ته کولو په تور ونیول دا افغان وگړي د جمعه په ورځ په پیښور کښيد تلاشي په جوړو شویو پوستو کښي نیول شوي دي پاکستاني چارواکي وایې د متروپول پولیسو دا کسان وروسته له هغه د پیښور ښار په بیلا بیلو برخو کښي ونیول چه له دوی سره په پاکستان کښي د گرز را گرز قانوني اسناد نه وو . دا افغانان اوس ویل شوي چه د پاکستان د حکومت له خواه به ورسره د کورني امنیت په چوکات کښي عمل وشي . دا کسان په داسي حال کښي په پیښور کښي نیول شوي چه په همدې ور ځ په دی ښار کښي په زرهاوو تنه واټو ته راووتل او د امریکا ضد شعارونه یی له ځان سره لیږدول . لاریون کونکو د افغانستان او پاکستان تر منځ په پراته قبایلي کلي دمه دوله کښي د امریکایي ځواکو د بمباری غندنه کوله او له ولسمشر پرویز مشرف نه یې غوښتنه کوله تر څو له امریکایانو سره حساب او کتاب وکړي او په پیښور کښي د امریکې قونسولگري وتړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نيمروز : دموټر بم چاودنه سوي ده", "output": "احمد لودين د جمعى دورځى له غرمى مخكى ديوولسو بجو په شاوخواكى دنيمروز ولايت ددلارام دپله سره هغه مها ل چى د يوى امنيتى خصوصى كمپنۍ موټريز كاروا ن له سيمى څخه دتيريدو په حا ل كى وو په يوه سرپ ډوله موټر كى چى چاوديدونكى توكى پكى ځاى پرځاى شوى وو وچول شو د نيمروز امنيه قوماندا ن جنرا ل عبدالجبار پردلى ددى پيښى پخلى وكړ او ويي ويل په دى چاودنه كى د زمرى پنامه د امنيتى خصوصى كمپنۍ يو قوماندا ن دخپلو دوو ساتونكو سره وژل شوى او ددوى يوه عراده سراچه ډوله موټر له مينځه تللى . د نيمروز امنيه قوماندان زياته كړه د پيښى سره دتړاو په يي تر دى مهاله څوك ندى نيولى خو په دى اړه ددوى پلټڼۍ روانى دى د پيښي پړه وسلوالو طالبانو په غاړه اخسيتي او قاري يوسف احمدي له ناڅرګنده ځايه بينوا ته وويل چي بريد د دوي يوه ملګري عبيدديوه سراچي ډوله موټر په واسطه دوكړي دي چي په ترڅ كي يي دوه ويشتو تنو ملي پوليسو ته مرګ ژوبله اړولي ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست : پوليسو يوتن تښتول شوی ماشوم ازاد کړ", "output": "دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوسره دمبارزې پوليسو هغه ماشوم چې لس ورځې وړاندې نامع� �ومو کسانو اختطاف کړی و دپنج شنبې په ورځ يې ديولړعمليات په ترڅ کې د تښتوونکو له منګلو خلاص کړی دچارواکوپه خبره چې ازاد کړی شوي ماشوم دتښتونې په توريې يو تن هم نيولی دی دخوست ولايت دجنايي جرمونو سره دمبارزې مديرسمونوال عزيزالله پکتياوال وويل چې دغه اته کلن ماشوم دمرکز اړوند دنوروزيو دسيمې له يوه ښوونځي څخه نامعلومو کسانو لس ورځې وړاندې تښتولی وه چې نن ورځ زمونږ پوليسو ديولړ عملياتو په ترڅ کې داختطاف ګرو له منګلو ازاد کړ او ددغې ماشوم دتښتونې په تور مو يوتن هم ونيو چې دامهال په توقيف کې ساتل کيږي او دجدی پوښتنو ګرويږنو لاندې دی سمونوال عزيزالله پکتياوال زياته کړه چې دغه ماشوم نوموړيو کسانو ددې لپاره تښتولی و چې دماشوم له کورنۍ څخه دخلاصون په بدل کې پيسي ترلاسه کړي خو خوشبختانه تښتول شوی ماشوم مو دخپلې کورنۍ غړيو ته پرته له دې چې کوم مالي زيان ورته ورسيږي وسپارلو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هسپانيا نوى سفير په کابل کې معرفى کړى.", "output": "د هسپانيا هېواد د افغانستان په پلازمينه کابل کې په تهران کې د دغه هېواد دويم چارواکى د خپل سفير په توګه معرفى کړى دى . (خوسه تورپين ملينا( چې ٥٨ کاله عمر لري د اقتصادى علومو کارپوه دى او ٢٤ کلنه ديپلوماتيکه تجربه په هند، کلمبيا ،عربى متحده اماراتو او ايران کې لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "هیلي می له درد سره پخلا سوې په یوه یوهاوښکې می له سترګو را جلا سوې په یوه یوه ما چی به ستا نوم پری اخیستئ هغه دخیال تسپيپرې سوې بې طالبه بې ملا سوې په یوه یوه هغه پخوانۍ توري او زغرې زموږ دپ� �ار نیکه چیري دي چا یووړي ټولي غلا سوې په یوه یوهڅومره پښتنې په پردی جنګ کی کونډي بوري سوېمینزي سوې بې ستره بې کلا سوې په یوه یوه بخته! زموږ دامن ښایسته او تاریخی سیمیڅنګه دسرو وینو کربلا سوې په یوه یوه جنوبي پښتونخوا – ږوب"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاپيسا او کندز کې ٢ ښوونځيو ته اور اچول شوي", "output": "د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د زرشويى د کلى لومړنى ښوونځى او د کندز د خان اباد ولسوالۍ کې يو لومړنى ښوونځى ته اور اچول شوي دي . چارواکو د پخوا په شان دا کار دهېواد او پوهنې د دشمنانو عمل بولي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هند: ځانمرګي بريدونه به زمونږ اړیکي خړي نکړي", "output": "د هند د باندنیو چارو وزارت نن خبر و� �کړ چې په افغانستان کې د دوي په وګړو تر سره شوی ځانمرګی برید به د ډهلي او کابل په اړیکو کې هیڅ منفي بدلون � �انولي.تیره ورځ د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د هند د انجینرانو په یوه ډله ځانمرګی برید شوی وو چې له امله یې یو هندی مړ او ۶ تنه نور ژوبل شوي ول .د باندنیو چارو وزارت دا هم وویل چې دوي به ډیر ژر افغانستان ته خپله یوه استخباراتي ډله واستوي تر څو هلته د شاوخوا ۲۰۰۰ هندي کارکونکو د امنیتي حالت جاج واخلي .هند وایې چې په نیم� �وز کې د دوي د سرحدي پولیسو یو افسر چې منوچ کمار سنګ نومیده مړ شوی دی .په دې برید کې ۶ تنه افغان پولیسو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ او څه نا څه ۲۰ تنه نور ژوبل شوي وو.ټپیان د کابل او زرنج روغتونونو ته لیږدول شوي دي او ټاکل شوي چې ټپي شوي هندوان صبا خپل هیواد ته واستول شي .د هند دي مامورینو د زرنج ـ دلارام په لویه لاره کار کاوه .دا پیښه په داسي حال کې رامنځ ته کیږي چې د هند پارلمان یوه میاشت دمخه د دې څړک د بیارغوني لپاره ۱۸۰ م� �یونه هندي روپۍ ځانګړي کړي .تر اوسه خو نده معلومه چې دا برید چا تر سره کړی خو پاکستان په افغانستان کې د هند له مخ پر زیاتیدونکي نفوظ څخه سخته اندیښنه لري هان دا چې څو څو ځله یې د کابل حکومت په خپلي دې اندیښنې خبر کړی هم دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايټاليه له افغانستان څخه خپل كاركوونكي وويستل", "output": "په كابل كې دايټاليا اړوند دايمر جنسي روغتون خپل كاركوونكي له افغانستان څخه وويستل .ددغه روغتون كاركوونكي تيره ورځ له كابل څخه دخپل هيواد په لورې وخوځيدل او په دغه هيواد كې يي خپل ټول فعاليتونه په ټپه ودرول.په هغې خبرپاڼه کې چې دنوموړي روغتون له لوري خپره شوې خپل دوتلو اصلي لامل دافغانستان دملي امنيت دمشر څرګندونې په كوته كوي.دخبر پاڼې له مخې ،دملي امنيت مشر امرالله صالح له يوې ايټالوي خپرونې سره په مرکه کې دبيړنۍ روغتون په چارواكوباندې تور لګولى و چې له القاعدې او طالبانو سره مرسته کوي ،چې د روغتون چارواكو دغه تور په کلکه او په سختو ټکو باندې رد کړى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کونړ او کندهار کې ماينونو ځاني زيان واړاوه.", "output": "په کونړ ولايت کې د دوه ماينونو د چاودنې په پايله کې د ملي پوځ اته تنه سرتيري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي. ويل کيږي لومړی ماين تيره شپه د څلورو بجو په شاوخوا کې د کونړ ولايت په پيچ دره سيمه کې او دوهم ماين نن سهار د نوموړي ولايت په وټه پوره ولسوالۍ کې وچاوديد. له بلې خوا په کندهار ولايت کې هم د يوې چادنې له امله څلور تنه کاناډايي پوځيان ټپيان شوي دي. چارواکو ويلي چې د دې دواړو پيښو د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوبه خړې كړه كبان په كې ونيسه!", "output": "سره د دې چې په دې وروستيو ورځو كې په هېواد كې ام نيتي وضعيت ډېر په بد حالت كې قرار لري. همدا د تېرې چهارشنبې په ورځ د كندوز ولايت د دشت ارچې امنيه قوماندان د خپلو دريو پوليسو سره ووژل شو او په همدې ورځ د پغمان امنيه قوماندان ټپي شو او خو پنځه پوليس يې ووژل شول په هم دې ورځ د اي اېف آژانس دوه تنه خبريالان په يوه بم ټپيان شول، خو بيا هم موريل د پنيتاګون مطبوعاتي رييس وايي، چې په افغانستان كې امنيت د ښه كېدو په حال كې دى. د امريکا دفاع وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ وويل، چې د افغانستان د زمري د نهه ويشتمې نېټې تر انتخاباتو مخکې په روانه مياشت کې سره له دې چې د دوى ځواکونو ته مرګ ژوبلې اوښتې، په ام نيتي وضعيت کې مثبتې نښې ليدل كېږي.د پينتاګون مطبوعاتي ريس جيف موريل، په واشنګټن کې خبريالانو ته زياته كړه، چې د ناټو د ځواکونو امنيتي تدابير مخ پر زياتېدو دي، چې د زمري په نهه ويشتمه نېټه په انتخاباتو کې د ډېر � �مېر افغانانانو د ګډون لاره اواره کړي.هغه په دې اړه وويل: فکر کوم په دې برخه کې نښې نښانې د ډاډ وړ دي. دا ځل څلور ميليونه نور افغانان رايې ورکوي، چې نومونه يې ثبت کړي دي او په دې ډول د ټولو ثبت شوو رايه ورکوونکو افغانانو شمېر اوولس ميليونو ته رسېږي.د امريکا د دفاع وزارت دغه چارواکي په عين حال کې هيله څرګنده کړه، چې انتخابات له مشروعيت او امنيت څخه برخمن وي.په روانه مياشت کې دېرش تنه نړيوال سرتېري وژل شوي او په تېرو � �پږو مياشتو کې زر تنه ملکي افغانان وژل شوي، چې په سلو کې يې شپېته د وسله والو طالبانو په ځانوژونکو بريدونو کې وژل شوي دي.نن ورځ بايد د امريكا د دفاع وزارت افغانانو ته دا څرګنده كړي، چې دوى امنيتي ښه والى څه ته وايي، دوى دې ته امنيتي ښه والى وايي، چې وژنې ډېرې شوې دي او هره ورځ بې شمېره افغانان وژل كېږي او هره ورځ د ناټو ځواكونو له خوا په بې ګناه افغانانو بمباري كېږي او كه څه ته؟ موږ چې نن ورځ د هېواد امنيت ته ګورو، د پخوا په پرتله څو ځله خراب شوى دى، ټول افغانان د پخوا په پرتله په وېره او وحشت كې ژوند تېروي. اوس په افغانانو يوم البتر راغلى، هېڅ ښه ورځ نه ليدل كېږي، بلكې ورځ تر بلې د امنيت خرابي، وژنې، تښتونې، او د خلكو اقتصادي حالت له ركود سره مخ كېدل � �يدل كېږي. هره ورځ چې حساب وكړو خامخا له لسو زيات افغانان وژل كېږي، دا څه ډول د امنيت ښه والى دى. زه فكر كوم دا يوازې د افغانانو سترګو ته خاورې ورشيندل دي، او دې ته لاره اوارول دي چې څوك په دې نيوكه ونه كړي چې په هېواد كې امنيت نه شته نو له دې امله ټولټاكنې مشروعيت نه لري له همدې امله د امريكا د دفاع وزارت غواړي، چې په دروغو سره د امنيت د ښه والي لپاره تبليغات وكړي هغه متل دى چې اوبه خړې كړه او كبان په كې ونيسه، دوى هم اوس د خپلې ناكامۍ د پټولو لپاره غواړي چې له نورو لارو څخه كار واخلي. كه موږ د دوى د ولسواكۍ د حكومت اته كلنې دورې ته وګورو، موږ پرته له ستونزو او مشكلاتو بل څه په كې ونه ليدل.دوى په دې اتو كلونو كې افغانستان ته فقر او ګدايي راوسته، لكه څنګه چې په دې اړه د امريكا لوى درستيز اميرالبحر مايک مولن هم څو ورځې وړاندې څرګنده كړې وه، چې افغانستان ته جګړې د فقر او ګدايۍ كلتور راوستى دى.نوموړي په واشنګټن کې خبريالانو ته څرګنده كړه، چې په افغانستان کې د جګړې له پېله اته کاله وروسته لا هم امريکايي ځواکونه هڅه کوي، چې د طالبانو د جګړې له دلدله ځانونه وباسي. او بېرته د جګړې د پيل ځاى ته ورسېږي چې پيل کړې يې وه. او د افغانستان د خلکو اعتماد خپل کړي.مايك مولن د افغانستان د جګړې د وضعې په اړه يوه خواشينونکې څېړنه وړاندې کړې او وايي، چې د متحد ايالاتو د ولسشمر با� �ک اوباما له ادارې مخته څو کلونو بې پرواييو د مالي او ډېپلوماتيکو سرچينو له پلوه د امريکا هڅې ډېرې نيمګړې كړې دي او په افغانستان کې داسې شرايط رامنځته شوي دي، چې هغه کولاى شو د فقر اونادارۍ کلتور وګڼو. نو هغه متل دى چې په درواغو كلي نه كلي كېږي نو په دې اوس هر افغان پوهېږي چې دوى د څه لپاره د افغانانو سترګې ورپټوي، ځكه چې دوى په دې جګړه كې يوازې ناكامي تر لاسه كړې او بس."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "برتانيا ٩سوه نور عسکر هلمند ته استوي", "output": "د برتانيا د دفاع وزير دز براون ويلى چې ددغه هېواد ٩٠٠ نور سرتيرى به ډير زرد افغانستان جنوب د هلمند ولايت ته واستول شي او ددغه هېواد له نورو ځواکونو س� �ه به په دغه ولايت کې يو ځاى شي . په دې سره به په افغانستان کې د برتانيا د ځواکونو شميره ٤٥٠٠ تنو ته جګه شي .له نوى ځواکونو سره به چورلکې او عسکرى وسايل هم يو ځاى واستول شي.د سرتيرو دغه نوى ليږد به په سپټمبر کې پيل شي . سيمې ته د نوو ځواکونود استولو پريکړه په داسې مهال کې کيږى ،چې دهېواد په جنوبى سيمو کې د جکړې لمن پراخه شوي او يوازې په تيره يوه مياشت کې ٦ تنه برتانوى عسکر له مخالف جنګياليو سره په جګړه کې وژل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غير رسمي ارزيابي کانکور او تعصب ځپلي پښتانه", "output": "ګل اغا احسان-کندهار د افغانستان د پوهنيز يون سلنه د نړۍ په سطحه د بيخي هيڅ لامل بيا هم همهغه د دريو لسيزو ميرات مړى تعصب-تعصب او تعصب وو او دى؛ او ددې تعصوبيزو تېريو ښکار په سيمو کښي زياتره پښتانه او پښتني سيمي دي؛ خو بيا هم ددې هرڅه سره-سره اخر پښتانه هم يو څوک دي ....!؛ او په دې حساسو وختو کي ئې د خپلو حقوقو دفاع کړې او کوي به يې. په افغانستان کي لا اوس هم د دريو لسيزو را وروسته ژبني، نژادي، قومي او ......تعصوبونه پر هر ډګر فعاله ونډه لري؛ چه د نورو ډګرونو تر څنګ ئې د پوهني او معارف هغه هم سخت ځپلى دى؛ کنه څه ډول له تخاره چه د کندهار د يوې غټي ولسوالۍ په کچه دى د ۱۵۰۰ يو نيم زر په شاوخوا کښي او له کندهاره څخه چه د هيواد د لويو ښارونو څخه دى د ۱۵۰ يونيم سل په شاوخوا کښي د کانکور فارغين کاميابه کيږي؟!؛ دا يواځي په کندهار نه بلکي په زياتره پښتني سيمو کښي دا ډول درغلي سوې ده؛ او د اړوند وزارت په کچه ئې د ( ولي؟؟؟ ) ځواب ته بس همدا يوه خبره تر اوږو نيول سوې چه (( د پښتنو خو د کانکور ميتود ندى زده....)) دا خبره به تر يو ځايه پر ځاى وي؛ خو نو پښتانه د کانکور ميتود په مريخ کښي زده کړي او بيا راسي ازمووينه ورکړي...؟!؛ خو ددې پر ځاى چه دولت او اړوند وزارت په دې اړه اړين ګامونه اوچت کړي، دادى له نېکه مرغه همدا تعصب ځپلي پښتانه دا ګام په خپل نوښت اوچتوي او د رسمي کانکور په کچه د غيررسمي ارزيابي کانکور په نامه خپل نوښت ته د عمل جامې ور اغوندي . غيررسمي ارزيابي کانکور به د رسمي هغه په کچه يواځي د رسمي کانکور په ځانګړې اماده ګۍ کښي د ګډون کوونکو سره هر اړخيزه پوره مرسته کوي؛ د غيررسمي ارزيابي کانکور نوښت له وردګ ولايت څخه د يو شمېر هڅاندو ځوانانو په ځانګړې پاملرنه او هيوادنۍ مينه ولاړ دى، د غيررسمي ارزيابي کانکور پروسه به تر نورو ورته ځپل سويو سيمو پوري د دولت په همکاري او د پروسې د ښاغليو په شخصي لګښت غځيږي، ددې پروسې د ښاغليو شمېر د ۲۰ شلو په شاوخوا کښي دى؛ ددوي د ملګرو څخه د ښاغلي انجينر محمدخالد (د کندهار پوهنتون د انجينرۍ بوهنځۍ د دوهم کال محصل) په وينا ((غير رسمي ارزيابي کانکور به نور دولت او ... ته د درغليو هيڅ ځاى ځکه پرې نه ږدي چه؛ د درغليو د تر سترګو کېدو پر مهال به د دوي د ازمووين-پايلو څخه اړوندي پايلي د دولت د اړوند ازمووين-پايلو سره مقايسه کيږي.....او په نتيجه کښي به د درغليو مخه نيول کيږي او د ځپل سويو حق به نو نور را خوندي کيږي....)) غيررسمي ارزيابي کانکور په دولت او هيڅ ډول ارګان پوري تړاو نه لري، موخه ئې يواځي او يواځي د رسمي کانکور په وړاندي د زده کوونکو پياوړې اماده ګي ده او په ګډون کښي ئې هر ډول (د ۱۰، ۱۱، ۱۲، ... ټولګيو فارغين) ګډون کوونکي خپلواکه دي د نوم ثبتولو نېټه : دوشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د تلې ١١ څخه تر پنجشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د تلې ١٤ او د ازموويني نېټه جمعه د ١٣٨٤ لمريز کال د تلې ۱۵، او کولاى سي چه د همکارۍ په ډول يواځي د ۲۰۰ دوه سوه افغانيو په مقابل کښي د ګډون کارټ تر لاسه کړي؛ دا ځکه چه له يوه لورى به ئې له دې پروسې په پياوړتيا کښي مرسته کړې وي او له بل لوري به ئې د پروسې ژوند ته لا بقا بخښلې وي؛ ګډون کوونکي په دې اړه په سهيلي سيمو کښي د اړونده سيمو د پوهني د رياستونو او اړونده سيمو د مرکزي لېسو څخه اړوند مالومات تر لاسه کولاى سي. پاته دي نه وي چه په دې پروسه کښي د نارينه ګډون کوونکو تر څنګ ښځينه هغه هم په ځانګړي ډول ورته ګډون کولاى سي. د ۱۲ دولسو او ۱۴ څوارلسو کلونو زده کړو وروسته د مسلکي هغو په وړاندي د ازموويني ځانګړې، ستره او وصلوونکې کرښه همدا کانکور دى چه د تيرو زده کړو مثبتي پايلي د نويو هغو په لوري وصلوي؛ او وخت ئې په وړاندي طلائي حيثيت لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستانی وزیر: ملایان په ټاکنو کې برخه نشي اخستلای", "output": "اسلام اباد: د پاکستان د پارلماني چارو وزیر شېرافګن نیازي اعلان وکړ، چې ددیني مدرسو د اسنادو څښتنان ددغه هېواد د ۲۰۰۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه نشي اخستلای. هغه تېره ورځ خبریالانو ته وویل،چې د متحده مجلس عمل ډېری مشران له دیني او مذهبي مدرسو ځخه فارغ شویدي. شېر افګن وویل،چې ولسمشر پروېز مشرف کولای شي په ټاکنو کې برخه واخلي او یوځل بیا د ولسي ج� �ګې له خوا دولسمشر په توګه وټاکل شي. د شېرافګن په وینا، په ټاکنو کې د برخې اخستنې � �پاره د لیسانس درجه مهمه ده. ده وویل، په دې اړه د سترې محکمې د پریکړې په انتظار یو. مشرف پر ۲۰۰۲ کال د خلکو د ګوند او مسلم لیګ د ماتولو په موخه د دیني مدرسو د لاسوندونو او بریلیکونو څښتنانو ته هم په ټاکنو کې د برخې اخستنې اجازه ورکړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "واشنګټن پوست: د قواوو غښتلتیا او ملکي هلي ځلي", "output": "واشنګټن پوست: د قواوو غښتلتیا او م� �کي هلي ځلي سرچینه: واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپانهژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې په افغانستان کې د امریکې د ولسمشر بارک اوبهام ا او د هغه د نوي قوماندان جنرال مک کریستال د ستراتیژیو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده. واشنګټن پوست لیکي چې دغه دوه امریکايي چارواکي اوس په افغانستان کې د جګړې د ستراتیژۍ په بدلون ټینګار کوي او ددمګړۍ د امریکا هلي ځلي د ملکي افغانانو د اقتصادي پرمختګ او د جګړې پر مهال د هغوي د سر د امنیت په ساتلو متمرکزي دي. په افغانستان کې د امریکايی او ناټو سرتیرو عمومي قوماندان جنرال کریسټال وایې چې اوس سرتیرو ته د خ� �کو ساتنه تر بل هر څه مهمه ده، حتی که چیرته طالبان په تیښته هم بریالي کیږي خو دا چې ولسي افغانانو ته د سر ځیان ونه رسیږي باید طالبانو ته د تيښتې لاره خلاصه پریښودل شي. واشنګټن پوست لیکي چې جنرال کرستال په روانو حالاتو کې د افغانستان لپاره نوی فورمول لري. هغه وایې چې په افغانستان کې د امریکې بری د طالبانو په وژلو نه سنجول کیږي بلکه د خلکو د زړونو په تر لاسه کولو او د هغوي د ژوندانه په ښه کولو باید وسنجول شي. واشنګټن پوست لیکي چې امریکا باید په افغانستان کې د بري د تر لاسه کولو لپاره د دغه هیواد ا� �تصادي پراختیا لپاره هلي ځلي وکړي تر څو خلکو ته کاروبار پیدا شي او جګړه پریږدي. واشنګټن پوست لیکي چې ډیری افغانان له طالبانو سره خواخوږي نه لري او نه هم له هغوي سره په جګړو کې ولاړ دي، خو اصلي خبره دا ده چې ملکي افغانان د طالبانو او وسله والو بهرنیانو په جګړه کې را ګیر دي او همدا یې لامل دی چې وخت ناوخت د هغوي د مرګ ژوبلي کچه د جګړې د ښکیلو غاړو په پرتله لوړه ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتو پښتو", "output": "پښتو پښتو ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډاشي نو چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو درد لري د مينې د شپونکې د شپېلۍ ژبه ده خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي ستوري ورته غوږ دي د اسمان د سپوږمۍ ژبه ده مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کېنې دغره څوکه شي کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده پښې يې پر اغزو اېښې دي سرې وينې ګلرنګه ده پاس د ګل منار ته ورختلې دنګه دنګه ده ډېره خوږاروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده 2005-4-28 کابل خيرخانه مېنه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کې بې پیلوټه الوتکه پریوتې.", "output": "دخوست امنیه قومندان جنرال ایوب دبینوا همکارته په خوست کې ویلي چې ددغه ولایت داسماعیل خیلو ولسوالۍ دسید اکبر دتیلو په پمپ کې یوه بې پیلوټه پریوتې چارواکي دخبر پخلی کوي خو پدې اړه چې دچا له لورې غورځول شوې څه نه وایي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د تیر کال ډيری قربانیان ماشومان ول", "output": "جلالز ی د بشر د حقونو یوه مدافع سازمان ویلی چې په افغانستان کې د تیر کال په جګړو کې د مړو شویو ډیری انسانان هغه ماشومان دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کالو لاندي ول. دغه ډله چې د افغانستان د حقوقو د څارونکي سازمان په توګه یادیږي وایې چې د تیر کال په بغاوتونو کې ۱۰۵۰ تنه وژل شوي کسان هغه افغانان ول چې عمرونه یې تر اتلسو کلونو لاندي ول. په دغو جګړو کې ډیری طالبان ملامت شوي او وایې چې د دغې شمیرې ۶۵ سلنه یې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي. دغه سازمان پر طالبانو او افغان دولت غږ کړی چې د ماشومانو ژوند ته خیال وساتي دا ځکه چې هغوي عادي افغانان دي او به هیڅ راز سیاسي ډلو پوري تړاو نه لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان جشن ته د غازي محمدجان خان ټولني پيغام", "output": "د نوي افغانستان د ۲۶۰ کلیزې په ویاړ په جرمنی کې د جوړ شوي نړیوال جشن ټولو ښاغلو او آغلودرنو ګډون کونکو ، برخه والو او میلمنو ته د غازی محمد جان خان د علمي او مشورتي ټولنې په استازیتوب ددغه سترې ناستې په مناسبت مبا� �کی وایم او د الله (ج) له سپیڅلی دربار څخه تاسوټولو راټولو شوو درنو او قدرمنو پوهانو ، ادیبانو، مشرانواو کشرانوته سترې بریاوې غواړم . ډیرې بریاوې مو په برخه شه !په قدم ، قلم او درهم مو برکت شه !درنو او قد� �منو پوهانو! د غازی محمد جان خان علمي او مشورتي ټولنه د افغانستان په دې ستونزمنوشرایطو او حالاتو کې دې دا ډول سترې ناستې او جشن د رابلل کیدو او جوړیدو هرکلۍ کوی او ټولو پریکړو ته یې د قدر په ست� �ګه ګوری . د ټولنې مشرتابه پلاوی او ټول غړی له هر هغه قدم او پریکړې سره چې د هېواد او ولس ملی ګټې ، ارامی ، ثبات او پرمختګ په کې خوندي وی ، ځانونه ژمن بولی او په دې لاره کې هر ډول مرستې ته تیار دی .قدمنو برخه والو ! دغه جشن او ناسته په داسې مهال کې جوړیږی چې زموږ هېواد د تاریخ په دې نازک پړاو کې د ټوټې کیدو � �ه ستر ګواش اوستر بشری ناورین سره مخامخ دی . ولس مو وږۍ ، تږۍ اولڅ دی .اداری فساد، نشه یی توکو او ترحګریزو پیښو مو ټول ملی او دودیز ویاړونه تر سوال لاندې راوستې او د کمزورې ادارې او واکمنانو له امله ورو په ورو ټول ولس له ښې راتلونکې څخه بې برخې کیږی . چې دا هر څه تر ډیره بریده د سیاسی مصلحت له مخې ددولتی ادارې د جوړیدو،د ټولنې پر واقعیتونو سترګو پټول او تن نه ورکول او ځینو مشخصو ډلو ټپلو ته د امتیاز ورکولو له کبله پر خلکو تپل کیږی . دم ګړۍ د دولت او ولس تر منیځ د لری والي او بې باوری واټن مخ په ژوریدو دی او� �ه دې سره جوخت د دښمنیو او تعصبونو لړۍ یو ځل بیا په پراخیدو ده . هر څه ته د شک او دښمنۍ په سترګه کتل کیږی . ولس هم په دوه لاره کې بند پاتې دی او ډیره سخته به وی چې کوم لوری ته مخه کړی .په داسې ترینګلو او سختو شرایطو کې د دوست او دښمن ، تیری کونکی او لاس نیونکی توپیر او پیږندل هم ستونزمن کار دی . د ولس په یو والی او د هېواد په سمسورتیا، ارامتیا او پرمختګ مونه ګاونډیان او نه د نړۍ ځینې کړۍ خوشحاله دی او ځینې بیا را ته په بربنډه توګه د هېواد او ولس غلیمان روزی او په خپلو کې مو یو پر بل وژني .درنو عالمانو ! ټولنه د ناستې او ج� �ن پلاوی او ټولو درنو برخه والو ته د ویلو ډیر څه لری خو دم ګړۍ وړاندیز کویچې راتلونکی ناسته او جشن دې دافغانستان د ننه جوړ شي. همدا شان وړاندیز کووچې ګډون وال دې په خپلو پریکړو سره افغان دولت او نړیواله ټولنه دې ته وهڅوی چې د اوسنیو حالاتو دکابو کیدو لپاره څه ډول مشخصه ستراتیږی لری او که نه ؟ وړاندیز لرو چې تاسو پوهان ، څیړونکی او عالمان د خپل هېواد او ولس لپاره څه لری ؟ موږ غوره بولو چې تاسو افغان دولت او نړیوالې ټو� �نې ته دیوې ښې راتلونکې په موخه یو ه تګ لاره ورکړی او پر هغه واقعیتونو یې پوه او خبرکړی چې لا تر اوسه پرې باور نه کوی .هغه دا چې مار ته دې په خپل لستوڼې کې نور ځای نه ورکوی . ستاسو ټولو د بري او نیکم� �غي په هیلهمحمد نعیم حقملد ټولنې منشید ۱۳۶۸ کال د تلې ۲۸"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کې ٩ افغان عسکر ووژل شول", "output": "٧ د کب ١٣٨٣ د افغانستان د هلمند په ولايت کې په يوه نښته کې ٩ تنه افغان عسکر وژل شوي دي. پېښه د پاکستان پولې ته نږدې د دېشو په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي. طالبانو ددغه پېښې پړه پر غاړه اخېستي خو افغان چارواکولا تراوسه د برېد په اړه څوک نه دي تورن کړي. د دغو عسکرو د وژنې موخه لا مالومه نه ده خو يو شمېرسېمه ايز وګړي واې چې هغوي د غلوپه لټون لګيا وو چې ووژل شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "انتونيو ماريوكوستا: مخدره توكې وحشناك دې", "output": "د ملګرو ملتونو د مخدره توكو او جرمونو په وړاندې د مبارزي د څانګې مشري مېرمن انتونيو ماريو كوستا دا ټكي پرون په ايران كې د نوموړي هيواد له و� �سمشر محمود احمدي نژاد سره د خبرو پر مهال څرګند كړ. مېرمن كوستا وويل چي ايران، پاكستان او افغانستان بايد د مخدره توكو په وړاندي مبارزه كې خپل ټول استخباراتي معلومات سره شريك كړې تر څو دا درې هيوادونه وكړاى شي ترهګر په ماهرانه ډول ونيسې. اېراني چارواكو مېرمن كوستا ته ډاډ وركړ چي اېران د نړۍ د هر بل هيواد څخه په ډېره اندازه هيروين په ۲۰۰۵ ميلادي كال كې نيول وو. اېراني چارواكي وايې ۲۳۱ ټنه هيروين يې په ۲۰۰۵ مي� �ادي كال كې له قاچاقوړونكي نيولي دي. د يادوني وړ ده چې افغانستان د نړي د هيروينو تر ټولو غټ توليدونكى هيواد په ګوته شوى. افغانستان په تېر ميلادي كال كې د ۶۱۰۰ ټنه هيروين په توليد د نړۍ په كچه ريكارډ ټينګ كړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رڼا مشاعره تر سره شوه", "output": "رڼا مشاعره تر سره شوه ميرويس جلالزیپه کابل کې د میرمن ادبي او کلتوري بهیر به نوښت جوړه شوي د رڼا په نامه کلنۍ مشاعره جوړه شوه.په دغې مشاعره کې د هیواد د بیلا بیلو ولایتونو شاوخوا دوه سوه ښځینه او نارینه شاعرانو ګډون درلود.مشاعره د پښتنې شاعرې ساهرې شریف او ورپسې د غزل د پاچا استاد صدیق پسرلي په وینا پیل شوه او توبا ندا ساپۍ ته د کال د غوره شاعرې جایزه ورکړل � �وه.ورپسې د غزني، کندهار او پکتیا ولایت ښځينه شاعرانو لومړی دوهم او دریم ځایونه خپل کړل.میرمن کلتوري بهیر له شاوخوا یوه کال را پدې خوا د فرانسې د دولت په مالي مرسته په کار پیل کړی او د هیواد په یو شمیر و� �ایتونو لکه، غزني، کندهار، بلخ او کندز کې هم د دغه بهیر مینه وال خپلې نوبتي غونډي تر سره کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملنګ جان : پښتو ، پښتونواله او پښتونستان", "output": "د لړم په لسمه د پښتنو د ستر ولسي شاعر ملنګ جان د شهادت ۵۲ تلین لمانځو . دی په همدې نېټه په ۱۳۳۶ کال « کله چې له کابله ننګرهار ته له خپلې کورنۍ سره همسفر و ، د لته بند په غاښي کې پرې ګاډي واوښت او له خپل یوازیني درې کلن زوی دواجان سره د مرګ ګورنډي ته وغورځید » . د مړینې په وخت ملنګ جان ۴۳ کلن و . نو ځکه ویلای شو چې هغه ځوانیمرک ومړ او لوی څښتن هغه پر پښتو او پښتنو د زیات عمر لپاره ونه لوراوه . ملنګ جان ، پښتو ، پښتونواله او پښتونستان سره هممانیز یا مترادف مفاهیم دي . کله چې موږ له ملنګ جان څخه غږیږو په حقیقت کې موږ له پښتو ، پښتونوالې او پښتونستان څخه یادوونه کوو . د ملنګ جان له نوم سره پښتونواله او پښتونستان تړلي دي . پښتنو کې به موږ د ګوتو په شمېر شاعران لکه خوشحال بابا او یا څو نور ولرو چې د ملنګ جان په څېر ، دومره له هغه مفاهیمو سره چې د دوی د شعرونو خټه ، بوده او تنسته جوړوي ، له هغو سره په عمل کې نږدي پاتې شوي وي او په ژوند يي د خپل ژوند د لارې مل ګرځولي وي . دا چې ملنګ جان وايي : زما ځواني ډول کوي او پښتونواله سره ****** زه په پښتو او پښتونواله باندې سر ورکوم ملنګ جان د یوه ژمن پښتون پتوګه ، په هر شي سر نه ورکوي بلکې نوموړی په داسې څه سر ورکوي او خپله ځواني پرې خاوري کوي چې هغه د پښتنو د شتون او هویت لپاره تر هر څه زیات ارزښت لري او هغه پښتونواله ده . ملنګ جان ، پښتو او پښتونواله لکه ارواښاد وزیر محمد ګل خان بابا چې وايی « پښتنو لپاره که پښتو او پښتونواله نه وي هیڅ به نه وي » یوازي ساده خبرې نه بولي ، بلکې ملنګ جان پښتونواله د پښتنو له خپلواکۍ سره تړي . که پښتانه خپلواکي ونه لري او د نړۍ د خپلواکه ملتونو پشان د خپل هېواد چارې پخپله لکه څنګه چې يي زړه غواړي هسې مخې ته یونه سي ، ملنګ جان دا پښتو او پښتونواله نیمګړې بولي . هغه پښتونواله په ودانۍ ، پوهه او پرمختګ کې له ګاونډیو هېوادو او نړۍ سره د پښتنو په سیالۍ کې ګوري . ملنګ جان لکه ارواښاد علامه عبدالحي حبیبي چې پښتنو ته د پښتو او پښتونوالې په اړه بشپړ کتاب لیکي او ددې کتاب په هره برخه کې پښتانه د هغو پلي کولو ته رابولي ، دی هم ورته د خپل شعري غونډ « دیوان » زیاته برخه وقفوي او د پښتو او پښتونولۍ د ارزښت په بیانولو کې له دوی سره ځان ملګری بولي . خو د پښتو او پښتونولۍ ځیني مخالفین په دې اند دي چې پښتونواله بویه ، د زړو او له کاره لویدلو اندیښنو ، دودونو او خرافاتو ټولګه ده . په داسې حال کې چې پښتو او پښتونواله د زړو پر ځای د نویو اندیښنو خپلول او د زړو دودونو او خرافاتو په وړاندې د مبارزې یوه بڼه او نوم دی . که داسې کسان په پښتنو کې هم وي ، چې هغوی پښتونواله زړه پالنه بولي او یوازې په دې ځان پښتون بولي چې پر خرافاتو ټينګ ولاړ وي او له پښتونولۍ څخه د پرمختګ او لوړتیا په ضد ګټه اخلي ، په غلته پوه شوي . هغه پښتانه هم چې پښتو او پښتواله په پيسو خرڅوي ، خپله ژبه پریږدي او د نورو د خوښۍ لپاره له خپلې ژبې تېریږي او په خپله ژبه او هویت شرمیږي . دوی هم له بده مرغه د پښتنو د مخالفینو په ډله کې راځي. بلخوا ملنګ جان د پښتونستاني غورځنګ دوېیم نوم دی .ترڅو چې زه ژوندی یم لاس به وا نخلم له تانه ******** زما پښتونستانه یا لکه چې وايي :هر څه نه به تېر شم خو ایمان نه تېرېدی نشم ***** زه لکه ایمان پښتونستان نه تېریدی نشمیا داچې لوګی شمه له تانه پتنګ دې یم پتنګ *********** زما پښتونستانه ملنګ دې یم ملنګموږ د ډیورند د کرغېړنې او تپلې کرښې په اړوند چې یو ورور يي په دوه برخو ټوټې کړي ، یوازې د ملنګ جان په شعورونو کې د بلوغ تر بریده کرکه او نفرت وینو . او د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره د پښتنو په ویښتون او پاڅون کې د هغه د شعر د جادوګر اغیز مرهون یو . ملنګ جان نه یوازې دا چې شاعر و او شعر ویلی ، بلکې هغه د پښتنو په منځ کې د یوه ملي غورځنګ نوم دی . تر څو چې پښتنو پښتونستان نه وي ګټلی ، ترڅو چې د ډیورند کرښې پښتانه سره په دوه برخو ویشلي وي او تر څو چې پښتانه په یوه ملي مرکز نه وي راټول شوی ، تر هغو به د ملنګ جان خوږې نغمې د پښتنو د لارې مرستندویه وي . ریښتیا هم پښتانه باید د اقتصادي ، پوځي او اداري مرکز تر څنګ یو واحد ژبنی او کلتوري مرکز اباد کړي ، د کندهارښار د داسې یو مرکز اغیز لرلای شي . داسې مرکز د ملت په تړښت ، جوړښت ، شتون او وده کې د بنسټ ډبره جوړوي او دا هغه څه دی چې د ملنګ جان د شعر منځړي جوړوی. د ملنګ جان په خوږو او ملي نغمو اوس هم د پښتنو دېرې او حجرې تودې دي . او داسې افغان یا پښتون به نه وي چې د هغه په خوله کې دې د ملنګ جان دا ملي سندره نه وي : دا زموږ زیبا وطن ********* دا زموږ لیلا وطندا وطن مو ځان دی ******* دا افغانستان دیاروا دې ښاده وي د ۲۰۰۹ کال د لړم ۹ مه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان ته امريکا ددفاع وزير سفر پای ته ورسېد", "output": "جلالزی - کابل دافغانستان جمهورریس حامدکرزی وایي دولت یې عراق ته دافغاني سر تیروداستولولپاره چمتودی خولاتراوسه له ده ځخه داسي غوښتنه نه ده شوې .افغان ولس مشرحامد کرزي چي په کابل کي دامریکادمتحده ایالاتو د دفاع له وزیر دونالدرامزفلدسره ترلیدو وروسته خبري کولې وویل له امریکاڅخه یې ددایمي ملاتړغوښتنه کړې اوداوږد مهالو ستراتیژیکو مرستوددوام یې ورسره ویلی دی .ښاغلی کرزی وویل په افغانستان کي یې دامریکاددایمي پوځي اډو د جوړیدا خبره پخوالا دامریکادمتحده ایالاتوله جمهورریس جورج دبلیو بوش سره کړې ده چي دده په باورپه افغانستان کی داوږدمهالوبهرنیولاس وهنومخه ونیوله شی . دا له کابو تیرو دریو کلنوراپه دیخواچي په افغانستان کي دطالبانوحکومت نسکورشوی هیواد ته دامریکا ددفاع وزیرنهم سفروو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د انتخاباتو ګټونکی مارشال او بایلونکي افغانان دي", "output": "نتکۍ جلالزی د فارن پالیسي په نامه یوې امریکایۍ خپرونې په خپل یوه تازه رپوټ کې د افغانستان په انتخاباتو کې د جنګ سالارانو او جنګي مجرمینو ګډون د اندیښنې وړ بللی دی. خپرونې ویلي چې په انتخاباتو کې به هغه څوک ګټونکی وي چې مارشال فهیم نومیږي ځکه چې دی د ولسمشر حامدکرزي لومړی مرستیال په ګوتو شوی اواقتدار ته به د هغه په رسیدو سره دنوموړي ناقانونه پوځي طاقت څو ځله زیات شي. فارن پالیسې خپرونې ویلي، دا چې جګړه ماران اقتدار ته رسیږي نو په انتخاباتو کې اصلي بایلونکي د حامد کرزي رقیبان ډاکټرعبدالله عبدالله او رمضان بشردوست نه، بلکه هغه ولسي افغانان دي چې له بیلا بیلو ستونزو او کړاونو سره مخ دي. دغې امریکایۍ خپرونې له روسیې سره د مارشال فهیم اړیکو ته اشاره کړي او وایې چې مارشال فهیم کولای شي د افغانستان د شطرنج په لوبه کې هر چال لاړ شي. فارن پالیسي خپرونه د طالبانو سره دمقابلې لپاره د امریکایې اجنټانو او مارشال فهیم توافق ته هم ګوته نیسي او لیکي، کله چې شمالي ایتلاف د امریکې په ملګرتیا د طالبانو د ماتولو کمپاین پیل کړ نو په دغه وخت کې احمدشاه مسعود په مرموز ډول ووژل شو او په دې برخه کې د مارشال کړني د پوښتنې وړ دی. فارن پالیسي لیکي چې د مسعود د قتل د څیړني په برخه کې ( سې، اې، اې) او مارشال ځان تیر کړی دی. په سره کرښه کې مارشال محمد قسیم فهیم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "((فرهنګي پت)) ولې له ((سياسي ګټو)) قربانيږي", "output": "سياستونه او سياسي څېرې تل بدليږي او د ثابت دريځ او ثابتې تګلارې پلويتوب نه کوي. دا د سياست غوښتنه او اړتيا ده، خو ادب او ادبي څېرې تر ډېره ثابت د� �يځ او ثابتې څېرې لري. دوى بايد د تغيير منونکي سياست په بهبر کې خپل ثبات وساتي. د ادب او سياست بېلتون هم نا� �ونى دى. هيڅوک هم له سياست پرته د ادب او له ادب پرته د سياست د پرمختګ ضمانت نشي ورکولاى. د افغانستان د سياسي اوضاع لوبغاړي ډېرى غير ثابت او په همدغه ترڅ کې په فزيکي او مانيز دواړه لحاظه له حذف کېدو سره مخامخ دي. دلته سياست د ژوند او نظام لپاره نه بلکې، سياست د شخصي، قومي او ګوندي ګټو د خونديتابه لپاره کيږ ي. په همدې لحاظ سياستوال او فرهنګيان دواړه اړخونه په يوه دوه لار کې واقع دي. په دوى کې ډېرى هغه د يوه ځانګړي فکر له مخې له يوه جريان سره يوځاى شوي، خو ډېر داسې کسان هم شته، چې په سياسي جرياناتو کې يې شخصيتونه ويلي شوي او يوازې او يوازې د ځاني ګټو د خونديتابه لپاره د يوه سياسي جريان پلويتوب کوي. دوى پر دې ښه پوهيږي، چې اړوند جريان يې نه د ملت په ګټه دى او نه د دين ، خو بيا هم پورې نښتي دي. د ولسمشريزو ټاکنو په را رسېدو سره د پښتنو فرهنګيانو ترمنځ د سياسي اختلاف مساله خورا اوج ته رسېدلې ده. ډېرى هغه اړخونه، چې پر يو بل د نيوکې (سپکاوي او شخصيت ټکونې) لاره خپلوي ، تر ډېره په يوه سياسي جريان پورې تړاو لري . د هغوى شمېر ډېر لږ دى، چې يوازې د فرهنګي پت د خونديتابه په ننګه قلمونه پورته کوي. نور غلي ناست دي او يوازې ننداره کوي. د فرهنګيانو ترمنځ د اخت� �اف دغه مساله يوازې تر پښتنو فرهنګيانو محدوديږي، ګني د شمالي ټلوالې، شيعه لږه کيو او نورو قومونو ايتلافونه هم ورته منفي رجحانات پيدا کولاى شي، خو هغوى له سياسي شعور نه کار اخلي او ددې پرځاى، چې د يوبل پرټکولو لاس پورې کړي، د يو بل د تقويې يوه غير مستقيمه هڅه کوي. هغوى په هره خوا کې دخپلو قومي او ګوندي ګټو د خونديتابه � �ټه کوي، نه د سليقوي سلوکو پر بنسټ سياست او اختلاف. سياست او حالات هم له دوى نه همدا غوښتنه کوي. د پښتنو فرهنګيانو ترمنځ د اختلاف مساله د اشرف غني احمدزي او حامد کرزي له اختلافونو رابرسېره کيږي. هغوى سياسي لوبغاړي دي او سياست له دوى نه همدا غوښتنه کوي. هر بل نوى جريان که ددوى دواړو د شرايطو او ګټو د خونديتوب ضم انت ورکړاى شي، دواړه اړخونه غاړه غړۍ کولاى شي، خو دا واقعيت بايد ومنو، چې په فرهنګي ډګر کې د فرهنګيانو ترمنځ ددغسې جوړجاړي او پخلاينې چانس نشته. د سياست پر مبنا د فرهنګيانو ترمنځ ټوکېدونکي اختلافونه نه سياسي امتياز درلوداى شي او نه فرهنګي. که سياسي امتيازات تر لاسه کيږي هم، تر کس او فرد پورې به محدود او په همدغه ترڅ کې لنډ مهالي وي، خو په مقابل کې د فرهنګيانو اکثريت برخه د اوږدمهالو اختلافونو ښکار کيږي. په اوسمهالو ش� �ايطو کې به معقول دريځ داوي، چې يوڅوک د يوچا د پلويتوب له امله ونه ځپل شي. که د هغه اړوند جريان د نيوکې وړ وي، بايد پر جريان خبرې وشي، نه پر کس او که کس د يوه ناسپېڅلي جريان لپاره د خپلو فرهنګي ارزښتونو قرباني و� �کوي، بايد د فرهنګي کړيو په همغږۍ له داسې بېځايه قربانيو را وګرځول شي. پر فرهنګيانو په يوه او بل نامه نيوکې او بيا د هغوى غبرګونونه او ددغه بهير په پايله کې راټوکېدونکي اختلافونه د هيچا په ګټه نه دي. دا پرته له دې، چې پښتانه فرهنګيان په روان سياسي بهير کې متشتت او خواره کړي، بله هيڅ ګټه نه کوي. زما د ليکنې موخه د هيڅ سياسي جريان او اړخ پلويتوب نه دى او نه داسې څوک برېښي، چې تاييد يې وشي، خو که د فرهنګيانو ترمنځ د سياست او سياسي څ ېرو پر سر شته اختلاف دغسې روان وي، پايلې به يې خورا بدې وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جرمني:په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا په اړه سیمنار جوړ سو", "output": "(( په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې اړتيا ، ستونزې او د حل لار )) ترسرليک لاندې علمي سيمينارپه جرمني کې جوړ� �و په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له خوا د شنبې په ورځ ( د جنورۍ 26 ) په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې د اړتيا ، ستونزو او د حل پر لارو يو علمي سيمينار، دجرمني دکولن ښارته څېرمه په هورت ښارګوټي کې جوړشو . په دغه سيمينار کې نه يوازې په اروپاکې ميشتو د ښوونې او روزنې او دغه راز د نړيوالو ح� �وقو يو شمېر پوهانو او متخصصين ويناوې وکړې بلکې له کابل پوهنتون نه راغليو يو شمېر استادانوهم په علمي بحثونه کې برخه واخيسته .دسيمينارپه پيل کې په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازيتوب ښاغلي زرين انځور راغليوپوهانواوبرخه والوته ښه راغلاست ووايه اوپه لنډه توګه يې ددې سيميناردجوړيدو په اړتيااوم وخورڼاواچوله . ښاغلي انځوردګډون والوپه خوښه ، دکابل پوهنتون پخواني استاد طلابازحبيبزي ته بلنه ورکړه ، چې دپروګرام دچلولودنده په غاړه واخلي اوهمداراز ډاکټر شيرولي شيرته په دغه سيمينارکې دمنشي دنده وسپارل � �وه .ښاغلي حبيبزي دپروګرام ترمعرفي کولووروسته ښاغلي مبارز ساپي ته بلنه ورکړه ، چې دپروګرام رسمي ب� �خه دعظيم الشان قران دپاکوايتونوپه تلاوت سره پيل کړي .دسيمينارپروګرام په دې ډول و ، چې لومړی به پوهان خپلې علمي مقالې وړاندې کوي او وروسته به دموضوع په هکله هراړخيزې خبرې اترې ترسره شي او په پای کې به له دغو نظ� �ياتونه غوره ټکي دوړانديزونوپه توګه په يوه پرېکړه ليک کې راټوليږي اواړوندچارواکواو کورنيو اوبهرنيوم وسسو ته به ليږل کيږي .دسيمينارلومړی برخه وال ښاغلي محمدامين باوري و . ښاغلي باوري په اروپا کې د افغاني م لتوري ټولنو د ګډې جرګې په استازيتوب پرانيستونکې وينا واوروله او د ګډې جرګې له لورې يې د داسې علمي سيمينارونو جوړول خورا مهم وګڼل . له پرانيستونکې وينا وروسته د علمي برخې په پيل کې د ښوونې او روزنې متخصص ښاغلي ډاکټر کامه وال ته د خپلې مقالې د اورولو بلنه ورکړل شوه .ښاغلي ډاکټر صديق کامه وال په دې سيمينارکې (( دهېواددم� �کزکابل په زړۀ کې په مورنۍ ژبه تدريس )) ترسرليک يوه مفصله مقاله وړاندې کړه ـ ښاغلي کامه وال دمورنۍ ژبې رول داسلام ، ملي ټولنې اوښوونې روزنې په رڼاکې وڅېړلو . نوموړي په پرمختللوهېوادونوکې دمورنۍ ژبې دزده کړې په هکله بېلګې وړاندې کړې .ښاغلي ډاکټرکامه وال دماشومانولپاره دمورنۍ ژبې زده کړه دښوونې اوروزنې دودې لپاره ﻻزم ي وبلله اودشخصيت په وده ،عاطفي ارزښتونو ، ذهني انکشاف په برخه کې يې دګټورتوب په هکله علمي نظريې وړاندې کړې .دسيمينار يوبل ويناوال دښوونې اوروزنې پخوانی کارپوه ښاغلی محمداکبرځاځی و . ښاغلي ځاځي په خپله مقاله کې وويل : (( دايوڅرګندواقعيت دی ، چې په مورنۍ ژبه زده کړه دماشوم يوقانوني حق دی اوپه مورنۍ ژبه دتعليم دام کاناتوبرابرول په ځانګړي ډول کابل ښارکې ديوه قانوني حکومت له بنيادي اواساسي دندوڅخه شميرل کيږي . دداسې يوه قدم اوچتول به په هېواد کې دملي يووالي اورښتيني ټولنيزعدالت پرلوري يولوی پرمختګ وګڼل شي .)) ښاغلي اکبرځاځي دخپل وړانديزدپخلي لپاره په اروپايي هېوادونوکې په مورنۍ ژبه دزده کړې په هکله دڅېړنو نوي پايلې وړاندې کړې .(( يونسکو، دبشرحقوق اومورنۍ ژبه )) دهغې مقالې سرليک و ، چې دځوان حقوق پوه ښاغلي سراج ببرکزي له خوا حاضرينوته واورول شوه .ښاغلي ببرکزي دمورنۍ ژبې دورځې لنډتاريخ بيان کړ اوهمداراز يې ديونسکوموسسې ددندو په هکله هم په زړۀ پوري معلومات وړاندې کړل اودهيومانيزم اوبشردحقوقوپه رڼاکې يې دمورنۍ ژبې دزده کړې اړتياوې په ګوته کړې .ورپسې دسيميناردوهمه برخه يعنې دبحث اووړانديزونوبرخه پيل شوه . دحاضرينوله خوا يو کميسيون وټاکل شو ، چې دبحث اووړانديزونوپايلې په ليکل شوي بڼه تنظيم کړي .له نېکه مرغه پروګ� �ام له پلان سره سم په ښه شان اوپه يوه علمي فضاَ کې دوام وکړ او ګډونکونکوترپايه په دې سيمينارکې فعاله ونډه د� �لوده. سيمنياردشپې په يوولسوبجو د دې علمي سيمينار د پايلو او وړانديزونو له تصويب وروسته پای ته ورسيد . دسيميناربرخه وال هيله من دي ، چې زموږ په هېوادکې دکړکيچونودله منځه وړلوپه موخه ، دمصلحت له تګلارې نه د انصاف اوعدالت ﻻره غوره شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د وصال په لار کې خنډونه", "output": "هغې په لومړۍ ورځ چې ماته ټلېفون وکړ زه حېران شوم چې زما شمېره يې له کومه کړه .هره شپه به مو خبرې کولې خو موخه نه وه معلومه چې څه لپاره دا کار ترسره کووخو بس زما زړه ورته له مينې ورو وروډکېدو او هغې هم به راته دمينې کېسې کولې اړيکه مو همداسې روانه وه .يوه شپه يې راته په خبرو خبرو کې وويل چې تاته سبا شپه يوه خبره کوم –هر څومره چې مې ورته وويل چې خبره همدااوس يې اووايه خو خبره يې راته ونه کړه په سباورځ چې کله دفتر ته لاړم او په کار مې پېل وکړ په خپل کار کې بوخت وم چې تلېفون ته مې له کوره زنګ راغى تليفون چې مې راجګ کړ ورور مې وو بې له سلامه او کلامه يې راته وويل چې زر راځه د ترور ځوى دې چا په کلي کې وژلى ، ددې خبر ې په اورېدو تلېفون هم پرې شو زه دخپل دفتر دمشر څخه په اجازې اخيستو له دفتره راووتم او د کور په لور روان شوم کور ته چې ورسېدم نو وار له مخه مې په غوږونو ژړا او کريکې ولګېدې له ځان برابرولووروسته همداسې په خپل شخصي موټر کې سپاره شو او د کلي په لور روان شو ،دکلي په لور لاره ډېره ښېرازه او ښکلى وه خومونږ ته غم او خفګان هر څه پيکه او شډل کړي وو . دا چې په دفتره کې مې نوکري ترسره کړى وه ،يابه دا لامل وو او يا به مې دخوږېدو او ژوبلېدو اجل راغلى وو خو په هر صورت همداسې ويده شوى وم ،يو وخت چې په هوش شوم په موټر کې پروت وم شاوخوا راته کسان ناست وو حېران شوم او پوښتنه مې وکړه چې چېرته روان يو کس راته وويل چې ټکر مو کړى او ته ژوبل يې ! له دې سره لږ ماڼېجن شوم خو ښه وو زما حوصله پر ځاى وه خو يوې خبرې ډېر ماڼېجن او ستومانه کولم چې د ترور ځوى مې ونه ليد .په همدغه مهال لښته له پېښې خبره شوې وه او زما پوښتنه يې زما له کورنۍ څخه کړى وه نن مې شپږمه ورځ وه چې له عملياتو پاى ته رسېدلو وروسته له روغتونه رابهر شوم .کله چې کورته راغلم نو بيا هم ډېرې سختې شېبې وې .لښتې به راسره هره شپه يو ساعت دتلېفون په مټ خبرې اترې کولې او زما دردونه به دهغې په حوصلناکو او زغم لرونکو نصېحتونو کې ډوب اوورک شول .هغې ماته دېره مينه راکوله ،لښته ما ډېره ښه پېژانده ځکه ما او هغې دکوچنيوالي بې پروا عمر په يوه کلي کې تېرکړى وو اواوس مو هم تېراوه خو زه ترې دعلم زده کړې لرې کړى اوم په هر صورت ،لښتې څخه مې يوه شپه دهغې خبرې پوښتنه وکړه دکومې چې ما ژمنه کړى وه ،دې هم راته هماغه خبره پېل کړه او راته يې وويل چې زما له تاسره له کوچنيوالي مينه وه او ستاراسره اوس مينه پېدا شوه ما هم ورته هو وکړه لښتې خبره وغزوله خو زما او ستا مينه تل پاتې اوسپېڅلې مينه وي چې هيڅکله به وصال ونه وينودا ځکه چې زه او ته رضاعي خور اوورور يو او زما ټوله کورنۍ په دې خبره وياړي . ماهم خبره ورغبرګه کړه چې زما او ستا همدغه وصال دى چې ته ماته ورور جان ووايې اوزه تاته خورجانه ووايم پاى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لنډۍ", "output": "لنډۍ پورته پۀ ناوراپسې راشه ~ کۀ سپينه خولۀ خورې کۀ دپوڅوکنډکونهپوره دې نۀ کړه خپله هوډه ~ پۀ نيمه لارکې دې زنګون ولګاونهپوښتۍ مۍ ماتۍ شوې يارۍ کې ~ مورته بانه کړم چې برېښ کوي مينهپورې کمرۀ کې زېړه ګله ~ يابۀ دې پرې کړم يا بۀ ځان وغورځومهپۀ احتياط پۀ رودګډېږه ~ يويې لۀ موره چېرې غرق نۀ شې مينهپۀ اخرت بۀ اشناغواړم ~ دنيافاني ده لاس مې ونه رسيدنهپۀ اخرت بۀلالی غواړم ~ پۀ دې دنيا يې ظالمان نۀ راکوينهپۀ اخرت بۀ جانان غواړم ~ پردې فاني دنيا يې رانۀ کړل لاسونهپۀ اخرت بۀ اجر غواړم ~ پردې فاني دنيامې تېرکړل زحمتونهپۀ اخرت بۀ ورته ګورم ~ نوی مين يم پۀ ديدن نۀ مړېږمهپۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ لومړی عرض پرجانان باندې کومهپۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ دفتر دبې کسۍ وغوړومهپۀ اخرت چې خدای قاضي شي ~ زۀ بۀ کاغذ ستا دجفاوړاندې کومهپۀ اخرت خوارشې ريباره ~ لېږلی ما وې بند دې ځان ته وتاړنهپۀ اخرت خوارشې غمازه ~ پۀ ايروپټ اوردې لاړۀ پرې ودې سومهپۀ اخرت کې بۀ نارې کړم ~ چې ناداني وه پۀ ګناه نۀ پوهېدمهپۀ اخرت کې بۀ دا وايم ~ چې ياررانۀ کړۀ دسرکو شونډوسرونهپۀ ازلي قلم مې بايلو ~ خوشې دعوه دبېلتانۀ سره کومهپۀ اسمان ځمکه کې غايب شوې ~ زما ورکه ياره ګوره تا پسې بۀ مرمهپۀ اسمانونو کې غوغاشوه ~ دمدينې سرداردخدای دربارته ځينهپۀ اسمانونوکې واوره نۀ شته ~ زماناښادزړګی واورې اوروينهپۀ اشنايي دې نازېدمه ~ پۀ جدايي دې لکه ګل ورېژېدمهپۀ لويوغرونوکې مې مېشته شوه ~ غنچې دګلوبۀ اشنالره لېږمهپۀ لويوغرودخدای نظردی ~ پۀ سريې واورې پۀ لمن زېړي ګلونهپۀ لېونتوب دې نۀ وېرېږم ~ پۀ زړۀ مې ګرځې تومتي نۀ شم جانانهپۀ مامته کې دې خنداشوه ~ ستاپۀ ملاله خنداکورونازېدمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسرايلي قواوو د لبنان د مارجايون ښارکنترول تر لاسه کړ", "output": "اسرايلي سرتيري وروسته له هغه نن سهار دي ښار ته ننوتل چي پرون د نوموړي هيواد کابينه پريکړه وکړه چې سرتيري بايد د لبنان خيام ښار ته هم ور دننه شې ځکه له دي ښار څخه تر اوسه څه باندي ٢٠٠٠ توغندي د اسرايلو په حيفا ښارتوغول شوي دي. عيني شاهدان وايې اسرايلي ځواکونه نن سهار په دي ښار کي د حزب الله له جنګيالو سره په درنده نښته کې ښکيل شول او کيداي شې چې دواړو اړخونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي وې. د اسرايلو د دفاع وزارت ومنله چې پرون يي ١٣ سرتيري د حزب الله له جنګيالو سره په نښته کي وژل شوي. د حزب الله ډلي مشر حسن نصر الله د نوموړي په شخصي ټلويزيون المنار کې اسرايلو ته خبر داري ورکړ چي د لبنان جنوبي سيمي به د اسرايلو په هديري بدلي کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کلتور وزارت بايد د ملي ترمنالوژۍ ساتندوى وي", "output": "دافغانستان د اسلامي جمهوریت د پار� �مان لخوا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی خرم استجوابیه غونډې ته وربلل شوی . پوښتنه دا ده چې د کومې مسُ� �ې پر سر ؟د رسنیو د رپوټ له مخې دا غوښتنه ددې لپاره ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم په پرله پسې توګه د اساسي قانون د موادو او احکام د پلي کولو په لاره کې نه ستړي کېدونکی زیار او هاند تر سره کړی .له دغو هڅو څخه یو هم د ملي ترمینولوژۍ ساتنه او له پردیو ژبو له یرغل نه د افغان ملت د ملي او نورو ژبو ساتنه او ژغورنه ده . که دا جرم وي ، نو په اصل کې زموږ اساسي قانون ناسم دی .او یا په بله وینا موږ کوم خپلواک ، تاریخي او منل شوی ملت نه یو ! په داسې حال کې چې د کلتور د وزارت دغه شان ملي زیار هغه اصل دی چې د افغانستان اساسي قانون یې ترسره کول ددغه وزارت له وجایبو شمیري ، خو له بده مرغه اوس د افغانستان دښمنان او د ملي پیوستون مخا� �فان د افغانستان له دغه روان بهراني او کړکېچن حالت نه په ناوړه ګټه اخیستنې ، هڅه کوي چې نه یوازې په رسنیو کې چې په ښوونه او روزنه ، دغه راز د کلتور په ټول چاپیریال کې د پردیو او له هغې ډلې د پان ایرانیزم ف� �هنګ او د ژبو اغېز وښندي او په دې توګه د هغو ناولو ارمانونو د تحقق وسیله شي چې زموږ د خاورې او تاریخ دښم نان یې له ډېر پخوا څخه په سر کې ګرځوي .هماغه شان چې په ایران کې او یا په پاکستان او امریکا کې څوک خپ� �و یونیورسټیو ته د (( پوهنتون )) نوم نه ورکوي ، کټ مټ په افغانستان کې هم پوهنتون ته (( دانشګاه )) او یا شاروال ته (( شهردار )) نه شي ویلای .دا یو اصل دی او هغه ترمنلوژي چې د تاریخ په اوږدو کې په یو ملت کې استعمال او رواج شوي وي ، هېڅ څوک حق نه لري هغو ته د پردیو ژبو د ترویج او د خپلو ژبو د تضعیف په موخه بدلون ورکړي .هغو افغان دښمنه عناصرو چې اوس د دموکراسۍ په پلمه د رسنیو د ژبنۍ ګمراه لپاره ملا تړلې ، او ځینو یې په پارلمان ، صدارت او وزارت کې ریښې زغلولي د خپلو نورو هغو انډیوالانو سره په فکري پیوستون کې چې ځانونو ته (( افغان )) نه (( افغانستاني )) وایي ، او یا یې په نړېوال ډګر کې د هغو ستراتیژیکو نقشو د تحقق � �پاره ملاتړلي چې د بېلګې په توګه د (( کاغذ پران باز )) په شان افغاني ضد فلمونه جوړ او د افغان ملت تر م ینځ د دښمنۍ لپاره یې ښې پرېمانه سي ډي ګاني په افغانستان او نړۍ کې ووېشي ، هڅه راپیل کړۍ چې دا وار د افغانانو هویت او تاریخ هم ورک کړي .دا د طالباني مفکورو یوه برخه ده . موږ پوره باور لرو چې افغان ملت ویښ او هوښیار دی او په دې باور هم یو چې زموږ پارلمان به هېڅکله د پان ایرانیزم ښکار نه شي .د افغانستان ملت او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو دواړو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) به په دې وتوانیږي چې له خپل مینځ څخه د ژبو د تربګنۍ پکه وهونکي ورک او د افغانستان د ملي هویت ، ملي تاریخ ، ملي کلتور او ملي ترم ینولوژۍ ارزښتونه لاپسې پیاوړي او د پردیو له هراز یرغل څخه وژغوري .موږ د خپلو هغو یوشمېر زیاتو هېوادوالو د اند او ګروهو لنډیز دلته وړاندې کړ چې له همدې امله یې له موږ سره په ټیلفوني او برېښنا لیک اړیکو کې غوښتنه درلوده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي خرم له هڅو ملاتړ څرګند شي او په یوې اعت� �اضیه لیکنه کې دا خبره د پارلمان اړوند کمیسیون پورې ورسول شي . هیله ده په دغه ستر ملي هاند کې نوموړی وزیر د لا بریالتوبونو جوګه شي له ډنمارک څخه د خپلواکۍ فرهنګي مرکز په استازیتوب یوسف هېواددوست"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلراوبرويبپاڼې يوبي بنسټه خبراو دخبریال سپیناوی", "output": "يوشميررسنۍ ددې لپاره چې ځان له نوروهغو مخکې وښيي څه چې اورې بي له دې چې دخپرولواصولو ته يي پام وکړي په بيړه يي خپرويځينې نور بيا انترنت ته ناست وي هرڅه چې په مخه ورشي ددې پرځاي چې دليکوال يا خبريال ياهم اړوندې رسنۍ نه يادونه وکړي راخلي يي اوپخپل نوم يي خپروي داسې يوه لويه ناځواني دپښتو لراوبرويبپاڼې له ماسره کړې ده ما دوسلوالوطالبانو دشريعت غږراديو دخپرونو دپيل رپوټ په بينوا ويبپاڼه کې خپور کړ لراوبر همدغه رپوټ پخپل نوم خپورکړي اوزه يي دشريعت غږراديو همکار پيژندلي يم دومره دروغ يي پکې ځاي کړي چې وايي دشريعت غږهمکارسيدعبدالله نظامي له يوه ناڅرګنده ځايه لربرته دټليفون په ليکه وويل …. زه په ناڅرګند ځاي کې نه يم زما ځاي مالوم ديزه له لراوبرڅخه غواړم چې ددغه خبرسپيناوي وکړي اوبخښنه دي وغواړي او که کوم ثبوت لري هم وړاندې دې کړي په درناوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کليفورنيا کې د لوی افغان د ټولنې خبرتيا او غندنه", "output": "په کليفورنيا کې د لوی افغان د ټولنې خبرتيا او غندنه درنو هېوادوالو؛ مونږ د لوی افغان د ټولنې مشرتابه او ټولې څانګې د لطيف پدرام (د په نامه ملي ګنګرې )ګوند مشر وروستۍ بې مسؤليته ، ملي او افغاني ضد څرګندونې چې د (خ� �اسان ) په نوم يوی تلويزيوني خپرونې سره ېي لرلې ، په کلکه غندو او د افغانستان د اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې دا افغان ضد اشخاص او ډلې ټپلې په قانوني توګه مجازات کړي٠ همداشان د هېواد دسترې محکمې له چا� �واکو څخه په درناوی سره غوښتنه کوو چې د هغو ګوندنو او اشخاصوچې په ملي او افغاني ضد څرګندونو سره غواړي د ورنو قومونو تر مېنڅ فاصلې او توپيرونه مينڅ ته راوړي او د مغرضو ګاون� �يانولاس پوڅي او ا جيران دي ، د دوی حقوقي فعاليت صلب او يا وڅنډوي ٠ په درنښت د لوی افغان ټولنه د ٢٠٠٨ کال د جولای د مياشتې١٧مه کليفورنيا محمد حامد الوتاند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات:یوځوان دځان سوځولی په طریقه ځان وواژه.", "output": "په هرات کی دسوځول شویوناروغانوروغتون مشرډاکټرمحمدعارف جلالی وویل دهغه شل کلن ځوان ژوندیی ونه شوی ژغورلی چه د جمعی په شپه یی خبله ځان ته اورلګولی وه«جلالی وایی دهرات ښاردروازه خشک سیمی څخه یوشل کن ځوان ۷۰فیصده دځان سوځونی ټپونوڅخه ورته راوړل شودزخمونودشدت له کبله یی روغتون کی ساه ورکړه» په هرات د ښځوترمنځ ځان سوځونی له پخوادودوی مګرپه روان کال کی دنارینه ځوانانوترمنځ داڅلورمه پیښه ده چه منځته راځی. ددغوپیښولامل څه ده؟دتازه وژل شوی ځوان بلارله خولی به یی وارو«داسړی وایی یوزوی یی تیرکال ترافیکی پیښه کی له منځه لاړه، یواځنی هیله همداوه چه دغربت،بی کوری،اونورواقتصادی ستونزوله کبله لیونی شوځان ته یی اورورته کړ» په هرات کی دعلماؤدشورارئیس مولوی خدادصالح ځوانانوته توصیه کوی وایی ځان سوځونه ځان وژنه ده اوهرڅوک چه په داسی اقدام کوی دخدای تعلی په وړاندی ملامت دی. داپه داسی حال کی ده چه دروغتون مشروایی دروان کاله له سره بیاتراوسه دښځوترمنځ دځان سوځونی ۷۰پیښی د۴ نارینه ؤ په شمول ورته راغلی چه ۴۴تنویی دزیاتوټپونوله کبله ساه ورکړه دسوځول شویوناروغانوفیصدی یی دتیرکال په پرتله زیاته وبلله. په هرات کی په داسی مهال یوځوان دځان سوخولوپه فعل ژوندسره خدای پامانی وکړه چه په ګاوند غورولایت کی هم یوه بل ته ددارپه ځړولوسره خپل ژوندختم کړ دولتی مامورینوددغی پیښی تائیدوکړزیاته یی کړه دغه سړی ددولت یوه اداره کی داجیرکارکونکی دنده لرله اوپه کورنی کی یی دغربت اولوږی له وجهی پرته له دی چه وړاندی چاته شکایت وکړی ځان وواژه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښځه او اسلام", "output": "په اسلام کي د ښځو حقوق د بېنوا ويبپاڼي درنو لوستونکو ! داسلام اومذهب پاڼي داسلامي لیکنوپه برخه کي دښځودحقوقوپه اړه دالحاج مولوی نورالحق صاحب په زړه پوري لیکنه ولولئ . که چيري تاسو په دې اړه نظر لرئ کولای شئ د بېنوا ويبپاڼي د اسلامي پاڼي پر پته يې راوليږئ . د برېښناليک پته : islam@benawa.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانوپه وردګواولوګرکې دنهو پولیسودوژلودعوه وکړه", "output": "ذبیح الله مجاهد چې رسنیوته ځان دطالبانوویاندورپیژني بینواته له یوه ناڅرګندځایه دټلیفون په کرښه وویل چې تیره شپه یی دوردګوولایت په سیدابادولسوالۍ کې په یوه امنیتي پوسته برید کړی پنځه پولیس یی وژلي اووسلې یی ترې وړی دي نوموړي ددغه ولایت په سالارولسوالۍکې په یواکمالاتي کاروان دبریدخبره هم کوي اودعوه کوي چې یوموټریی نیولی اویویی له منځه وړی مجاهد دلوګرپه برکی برک ولسوالۍ کې په امنیتي پوسته په بریدکې دڅلوروپولیسودوژل کیدواودوسلودنیولوهم وایی خوتردې دمه افغان چارواکوددغودرې سره پیښوپه اړه څه نه دي ویلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست:وارخطا ځانمرگی ووژل شو", "output": "داګسټ دمياشتې په ١٦ نيټه يو تن ځانمرګي بريد کوونکی په خپلو چاوديدونکو توکو والوت. دامنيي قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال محمديعقوب وويل چې دغه کس دخوست ښار په دوه کيلومترۍ ختيځه برخه د خاليصې په سيمه کې هغه مها ل دشپې لخوا په خپلو چاوديدونکو توکو والوت چې لوم ړی دپوليسو لخوا په نښه شو اوډزې يې پرې وکړې او د وارخطآيي يې له امله يې ځان والوزو . سمونوال يعقوب وويل ده غوښتل د ورځې لخوا په همدغه ځای کې کمين ونيسي او په دولتي ځواکونو بريد وکړي مخکې لدې چې دی خپل هدف ته ورسيږي په خپل د چاوديدونکو توکو ورپسي قرباني شو او ځای پرځای ووژل شول . يعقوب دځانمرګي بريد کوونکي دهويت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې پدې اړه پلټنې روانې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوردګو والي :زماپه وړاندې ټول مخالفتونه شخصي دي", "output": "د ميدان وردګو والي عبد الجبار نعيم ي له بېنوا ويبپاڼي سره ټول هغه مخالفتونه چې په دې وروستيو کې د نوموړي په وړاندې پيدا شوي، شخصي او بې بنسټه وبلل او په ګوته يې کړه چې د دا ډول هلو ځلو پايله په دغه ولايت کې واک ته د غزني د پخواني والي شيرعلم رسول دي. نوموړي وويل د ګوتو په شمېر وروڼه چې د ده په وړاندې د مخالفت يا د ګوښه کېدو غږ کوي په يو شمېر قانوني پروژو کې ونډه غوښتل لري. له دې نه وړاندې په ولسي جرګه کې د هزاره ګانو استازي عبد الرضا رضايي د نوموړي والي د ګوښه کيدو غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب لا هم نه دى ورکړل شوى. نعيمي په دغه و� �ايت کې د پرمختګ يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې تر اوسه الحمد الله په دغه ولايت کې داسې ناوړه پېښيه نه ده � �امنځته شوې چې خلک دې پرې نيوکه وکړي. نوموړي ټول مخالفتونه بهانې او له حقايقو سترګو پټول وبلل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جلال ابادته نژدې دترافيکي پېښي يو نااشناقرباني", "output": "عبدالمقتدر ( ناصري ) دننګرهاردعامي روغتياروغتون وړمه ورځ د۲۰۰۶ مي� �ادي کال د اګست پرنهه ويشتمه نېټه د تورخم - جلال اباد پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښي له امله په يوه ( پراډو) موټرکي د موټر چلوونکي په ګډون ټولو نهه تنو سپرليو خپل ژوند له لاسه ورکړ، له وژل شويو کسانو څخه د يوه مساپر جسد د جلال اباد د عامي روغتيا په روغتون کي تر اوسه ساتل سوى دﺉ. د جلال اباد د عامي روغتيا � �ياست يو تن کارکوونکي بېنوا ته وويل چي څرنګه چي د دغه سړي سره هيڅ ډول اسناد نسته، تر اوسه يې هويت نه دى پېژندل سوى، خو فکر کېږي دغه مساپر به د پېښور يا پښتونخوا د کومي بلي سيمي اوسېدونکی وي، که درانه � �وستونکي دغه سړﺉ پېژني هيله ده کورنۍ ته يې خبر ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روسيې مشر افغان پوه ( ٨٥ )کلن شو", "output": "عارف خزان - ماسکو ٢٧- ٣- ٢٠٠٥ زېږديز هغه د خپل عمر ۶۲ كلونه د پښتو ژبي په تحقيق او تدريس تير كړي دي د نوروز په غوڼده كي ګډون : په مسكو كې د لرغوني نوروز د جشن د لمانځني په غونډه كې د برخي اخيستو لپاره، د غرمي په ۱۲ بجو ټاكلي تالار ته ورغلم. له ميلمنو سره د روغبړ نه وروسته په دويم كتار كې كيناستم. له ما نه مخكي په لومړي كتار كې دوكتور لطيف بهاند ناست و. د هغه سره په څنګ كې د روسيې غږ راډيو خبرياله آغلي «آيده سوبولووا» هم ناسته وه. زما د څنګ ښي لاس ته په څوكۍ كې ښاغلي فاروق فردا ناست و. او د هغه ښي لاس ته څوكۍ خالي وه. بهاند صاحب را ته وويل، چې دغه څوكۍ وساته، اوس ښاغلي دوكتور علي كريمي راځي او هغه به هلته كيني. د غونډي له پيل كيدو نه څو شيبي تيري شوي وي، چې علي كريمي راغي او زموږ سره له روغبړ نه وروسته، په هماغه خالي څوكۍ كې كيناست. د لرغوني نوروز غونډه په رسمي ډول د قرآن عظيم الشان د څو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه. بيا ور پسي، د افغانستان د لوي سفارت شارژدافير، ښاغلي غلام سخي غيرت، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر، ښاغلي حامد كرزي، پيغام حاضرينو ته ولوست. له هغه نه وروسته، په مسكو كې د افغان تجارتي مركز رييس، ښاغلي غلام محمد، د نوروز په هكله د مباركي پيغام ولوست. په دغه پيغام كې راغلي و، چې كه څه هم د پرديو پوځي ځواكونو شته والي په اوس وخت كې د سولي او امنيت د ټينګيدو ضمانت دي، خو د يادوني وړ خبره دا ده چې دغه ټول عملي كارونه د خارجي قواوو تر سيوري لاندي تر سره كيږي. موږ په دي هم پوهيږو چې كه د ايتلافي قواوو موجوديت په افغانستان كې له يوه طرفه د سولي او ثبات ګرانتي ده، له بله طرفه د هغوي دايمي موجوديت په افغانستان كې د افغانانو د انساني كرامت پرنسيپونه كمزوري كوي او د ټولني د عزت د كموالي سبب ګرځي. ځكه چې د ټولني كامل عزت د هغه مملكت په اقتصادي او سياسي خپلواكۍ كي نغښتي دي. د دغه جشني غونډي مشري او سمبالښت د هيواد د تمثيلي هنر نامتو شخصيت، استاد امان اشكريز كوله. استاد اشكريز، بيا د ستيژ په مخ ښكاره شو، او له ښاغليو غيرت او غلام محمد څخه يې هيله وكړه، چې د افغان سفارت او د افغان تجارتي مركز تر مينځ د همكاريوو لاسليك شوي پروتوكول، په دغه غونډه كې يو بل ته په رسمي ډول وسپاري. د پروتو كول له سپارلو نه وروسته، لومړي ښاغلي غيرت د دغه پروتوكول لومړني ماده او بيا ښاغلي غلام محمد، د هغه دويمه ماده ولوستله، چې د ټولو حاضرينو له خوا يې تود بي ساري هر كلي وشو. له هغه نه وروسته، د افغاني كډوالو د «پيرووه» په نامه د وړوكتون ماشومانو يوه ښكلي ترانه واوروله. همدارنګه، د دغه ښوونځي يو تن زده كوونكي يوه سندره هم حاضرينو ته واوروله. ورپسي د افغاني كډوالو د «سيواستوپل» په نامه د ښوونځي د وړوكتون ماشومانو، يوه ښكلي ترانه او بيا د د غه ښوونځي دوه تنو زده كوونكو -جيلاني او احسان- په ګډه يوه پسرلنۍ سندره وويله. له هغي نه وروسته بيا هم د دغي ښوونځي زده كوونكو، د (اي هيواده) په نامه يوه ترانه واوروله، چې دغو ټولو ترانو او سندرو ته، حاضرينو د لاسونو په پړكولو سره خپل ژور احساسات څرګند كړل. همدارنګه، د دغه ښوونځي، د زده كوونكو له خوا يو مست اتڼ هم تر سره شو. په دي وخت كې استاد اشكريز، له ما نه هم غوښتنه وكړه، چې خپل شعرونه واوروم. زه د ستيژ سر ته لاړم، لومړي مي د خپلي يوي غزلي دوه بيتونه او بيا مي ور پسي، د خوشحال خان خټك، دوه پسرلنۍ غزلي واورلي، چې د حاضرينو ډيري خوښي شوي. په دي جشني غونډه كې چې د افغان تجارتي مركز په نوښت جوړه شوي وه، له ۱۵۰۰ څخه زياتو كسانو د ښځو او ماشومانو په گډون، برخه اخيسته وه. زه چې كله د ستيژ له سر نه بيرته خپل ځاي ته راغلم، نو دوكتور لطيف بهاند را ته وويل، موږ اوس بايد يوي بلي غوڼدي ته هم لاړ شو. هغوي هلته زموږ راتګ ته سترګي په لار دي. نن د روسيې د مشر افغان پوه، د ۸۵ كلنۍ جشن دي. بايد په دغه جشن كې هم گډون وكړو. د غونډي بله برخه د موسيقي برخه وه. ما فردا صاحب ته هم وويل چې راسره لاړ شي، خو هغه و نه منله. ښايې چې د نوروز د غونډي بشپړ راپوتاژ يې په مسكو كې د افغاني ورځپاڼي (نويد روز) لپاره، چې دي مسوول مدير هم دي، برابرولو. او موږ دري واړه، _ بهاند، علي كريمي او خزان- له غرمي نه وروسته په دريو بجو، د موسيقۍ د برخي له پيل كيدو نه مخكې له تالار نه ووتلو. *** د روسيې مشر افغان پوه، ۸۵ كلن شو: موږ چې كله له تالار نه ووتلو، نو سمدلاسه، د «پيروه مۍسكايا» د ميترو په لور روان شو. دغه ميترو ته له تالار نه څلور دقيقي لار وه. لږ شيبه وروسته بيا موږ ميترو ته ور ننوتي وو. او د آوږده مزل نه وروسته د «كيفسكايا» له ميترو نه ووتلو. هلته، ډاكټر صاحب بهاند د ګلانو په مغازه ننوت او زه او ډاكټر كريمي، په يوه بله مغازه ور داخل شو. هلته مو د روسيې دود او دستور په توګه، د ميز د لا ښايست په خاطر، يوه سپينه ښيښه او بله سره ښيښه د انګورو اوبه واخيستلي او په پاكټ كې مو واچولي. د فارسي ژبي د ستر شاعر په قول «همچو دانهء انگور، شيشه در بغل داريم»، له مغازي نه راووتلو او د ګلانو د مغازي په مخكي د بهاند صاحب سره يو ځاي شو. بيا دري واړه، په مسكو كې د دولتي پوهنتون د آسيا او افريقا د انستيتوت په لور روان شو. موږ دري واړه، د دغه انستيتوت انګړ ته ورننوتو. له پوړيو نه وختلو او په لومړي پوړ كې له څو دهليزونو نه، چې مستو چټو مسكويچي پيغلو محصلينو پكي په انګريزي اصطلاح (رش) او يا ګڼه ګوڼه جوړ كړي وو، له تيريدلو وروسته، په يوه كوچنۍ كوټه ور برابر شو. هلته نژدي ۱۴-۱۵ تنه د يو كوچني ګردي ميز نه چاپيره ناست وو. زموز په ليدلو د درناوي په دود، ټول له ځايه اوچت شول. د روسي دود په توګه، هر يو خپل ځان يو بل ته د لاس ور كولو په وخت كې ورپيژانده. په دغه كوټه كې، روسيې مشر افغان پوه، د كوټي د بر سر ښي خوا ته ناست و. ونه يې منځني وه، او سپيني عينكۍ يې په سترګو وي. هغه هم را ولاړ شو. زموږ سره يې روغبړ وكړ او ښه تكړه او په صورت روغ ښكاريده. له ستړي مشي نه وروسته، ټول په خپلو ځايونو كيناستل. بهاند صاحب د ګلانو ګيډي استاد ته ډالي كړه او ما دواړه ښيښي له پاكټ نه را وايستلي او د ميز پر سر مي كيښودلي. له دی نه مخکی د ميز پر سر تازه او وچه ميوه، كيك او كلچي هم پريمانه ايښودل شوي وي. زه پوه نه شوم، چې د دغي كليزي د نمانځني غونډه څه وخت پيل شوي وه؟ خو هغوي په دغه محفل كې په روسي دود او دستور رنګارنګ ټوكي ټكالي كولي. د استاد ليبيديف، شاګردانو ښځو چې دا مهال د مسكو د دولتي پوهنتون د آسيايې او افريقايې هيوادونو په انستيتوت كې د پښتو او دري ژبو په تدريس بوختي دي، كله په پښتو او كله هم په دري ژبو خبري او ټوكي كولي. يوي تني خوا په دري ژبه په پخوا وختونو كې په افغانستان كې بيلا بيلو سيمو ته د خپل سفر خاطري بيانولي او د هغه وخت د سفر له خاطرو څخه يې ټوكي هم كولي. د نورو كسانو د خبرو په ترڅ كې استاد ليبيديف هم كله نا كله په پښتو ژبه يوه نيمه خبره كوله او د پښتنو د دودونو په هكله به يې څه ويل. هغه د خپلو خبرو په ترڅ كې دی ټكي ته ګوته ونيوله، چې زه خو هسي هم په (پښتون ناسيوليزم تورن يم.) د استاد ليبيديف د زوكړي ۸۵ كليزي ته د افغانستان د پوهانو او د علم او ادب له خاوندانو څخه يوازي د هيواد پياوړي ليكوال او ژورناليست، سر محقق زلمي هيوادمل، د مباركي پيغام راليږلي و، چې زما په غوښتنه، د استاد يو تن شاګرد د هغي يوه كاپي ما ته را كړه. د دغي پيغام متن په لاندي ډول و: د افغانستان اسلامي جمهوريت د علمي او فرهنګي چارو مشاوريت ډير ګران او پياوړي پروفيسور كنستانتين ليبيديف! د ۲۰۰۵م كال د مارچ پر شلمي ستاسي د زوكړي پنځه اتيا كاله پوره كيږي. زه ستاسي د پنځه اتيا كلني له امله تاسي، ستاسي درني كورنۍ او شاګردانو ته مباركي وايم، ستاسي د پنځه اتيا كلني جشن دي بختور وي او الله تعالي دي تاسي ته ډير عمر له روغتيا سره در په برخه كړي چې كورنۍ او شاګردان مو په ژوند ستاسي نوري ډيري كاليزي ونمانځي. افغاني فرهنګ او ادب ته ستاسي خدمتونه، له افغانستان او افغانانو سره ستاسي مينه د ډيری قدرداني او درناوي وړ دي. افغانان ستاسي علمي كار او احساس ته په درنه سترګه ګوري. ستاسي د روغتيا په هيله سر محقق زلمي هيوادمل په علمي او فرهنګي چارو كي د افغانستان د اسلامي جمهوريت مشاور وزير.» په دغه محفل كې ټول ګډون كوونكې زما لپاره نا آشنا وو. په محفل كې د بيلا بيلو عمرونو نارينه، ښځي، ځوانو نجونو او هلكانو هم ګډون كړي وو. په لومړي سر كې د نارينه وو په پرتله، د ښځو ونډه درنه ښكاريده، خو زموږ په ورتګ سره، دغه موازنه لږ څه برابره شوه. *** د روسيې مشر افغان پوه، څوك دي؟ د ۲۰۰۵م كال د مارچ ۲۰مه نيټه، د روسيې د مشر افغان پوه، پروفيسور دوكتور كنستانتين الكساندروويچ ليبيديف د زوكړي، د ۸۵ كليزي سره برابره ده. خو سږ كال د مارچ ۲۰مه نيټه د يك شنبي ورځ وه، او دا ورځ په مسكو كې د اوونۍ د پاي د رسمي رخصتي ورځ وي. نو ځكه، د هغه دزوكړي د ۸۵مي كليزي په وياړ، د هغه شاګردانو، دوستانو او نورو مينه والو د مارچ په ۲۱مه نيټه د مازيګر له خوا د مسكو د دولتي پوهنتون د آسيايي او افريقايي هيوادونو په انستيتوت كې غونډه جوړه كړي وه. پروفيسور دوكتور كنستانتين الكساندروويچ ليبيديف، د ۱۹۲۰م كال د مارچ په ۲۰مه د مسكو د «کولومنا» د سيمي په يوي دولتي ماموري كورنۍ كې زيږيدلي دي. په ۱۹۳۸م كال كې يې منځنۍ زده كړي پاي ته ورسولي او د بيا د مسكو د خيتځ پوهني په انستيتوت كې داخل شو او په ۱۹۴۲م كال كې له دغه انستيتوت نه فارغ شو. پښتو يې په همدي انستيتوت كې زده كړه او په ۱۹۴۳م كال كې په همدغه انستيتوت كې د پښتو ښوونكي شو. هغه، له هماغه وخته بيا تر اوسه پوري د مسكو د دولتي پوهنتون د مسكو د ختيځ پوهني انستيتوت، د مسكو د بين المللي اړيكو په دولتي انستيتوت كې د پښتو استاد، د پښتو څانګې د مشر او د ايراني ژبو د څانګې د مشر په توګه كارونه كړي دي. د كار په دوران كې يې د فلالوژي علومو د كانديد او د فلالوژې علومو د دوكتورا تحصيلي درجې هم تر لاسه كړي او د دواړو درجو د ګټلو لپاره يې د پښتو ژبي او ګرامر پر موضوعاتو دوه پنډ كتابونه ليكلي دي او په علمي محافلو كې يې تري دفاع كړي ده. له دي بر سيره، هغه د پروفيسور علمي درجې ته هم رسيدلي دي. پروفيسور ليبيديف، د تدريس تر څنګه، د پښتو ژبي او ادبياتو او د پښتنو د فرهنګ په باب كتابونه، رسالي او مقالي ليكلي دي، چې د ټولو شميره يې تر ۱۱۰ اثارو اوړي. د هغه لومړنې ليكلي اثر چې په كتابي بڼه خپور شوي دي، د پښتو ژبي ګرامر دي، چې په ۱۹۴۵م كال د مسكو د ختيځ پوهني د انستيتوت له خوا خپور شوي او چاپي نسخه يې ۱۸۱ مخونه لري. تر دي وروسته چې ده كوم كارونه كړي دي، هغه په لاندي ډول يادولاي شو: ١ درسي اثار : د پښتو ژبي د زده كړي لپاره ليكل شوي او ترتيب شوي آثار: دا آثار د مسكو د هغو تحصيلي موسسو له خوا چاپ شوي دي، چې پښتو پكې تدريس كيږي. ده د ځينو داسي آثارو په ليكلو او ترتيب كې هم برخه اخيستي ده، چې پښتانه تري روسي ژبه زده كړي. ٢ د پښتو ژبي په باب علمي څېړني : استاد د پښتو ژبي د ګرامر او نورو ژبنيو مسايلو په باب هم پريمانه آثار ليكلي دي. تر كومه ځايه چې له تبصرو ښكاري، د ده دغه برخه آثار د نوي ژبپوهني له اساساتو او د نويو څيړنو له موازينو سره برابر ليكل شوي دي. ٣ قاموسونه : ده د نورو په ملګرتيا، واړه جيبي، درسي، واړه او پنډ روسي-پښتو او پښتو- روسي قاموسونه هم ليكلي دي او كار يې په دي برخه كې د ډير درناوي وړ دي. ٤ ژباړې : ده د پښتو د شفاهي ادبياتو (نكلونه، وړي كيسي، لنډۍ، متلونه)، د پښتو زړو ادبياتو او د پښتو د معاصرو ادبياتو منظومي او منثوري نموني، او همدارنګه، د نور محمد تره كې د ځينو لنډو كيسو او ناولونو په شمول له پښتو نه په روسي ژبه ترجمه كړي دي. ٥ دشفاهي ادبياتو په برخه کي : د پښتو د شفاهي ادبياتو او ليكلو ادبياتو په باب څيړني او ليكني چې په عام ډول د مقالو او د ځينو آثارو د مقدمو په بڼه چاپ شو دي. ۶.د پښتنو د فرهنګ او تاريخ په باب مقالي او رسالي: د افغانستان او پښتنو په باب وروستي رساله يې په ۱۹۹۷م كال كي چاپ شوي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په وزيرستان کي ١٤ طالبان مړه او ١٦ پوځيان ورک دي", "output": "د دوشنبې په ورځ افغان سرحد ته نيژدې د پاکستان په قبايلي سيمه کي ١٤ طالبان مړه او ١٦ پاکستاني پوځيان ورک سول.د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال وحيد ارشد وايي ځايي طالبانو د جنوبي او شمالي وزيرستان تر منځ د پښت زيارت پر مرکز راکټي بريد وکړ چي وروسته درنه جګړه وموښته.د جنرال ارشد په وينا جنګ تر نن ماپښين پوري روان و چي له امله يې ١٤ طالبان مړه او ١٦ پوځيان ورک دي. په داسي حال کي چي جنرال ارشد پاکستاني پوځيانو ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي، په سيمه کي د پاکستاني استخباراتو يوه مامور چي د نوم له څرګندوني يې ډډه کړې د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي په دې جنګ کي دوه پوځيان مړه او پنځه نور ټپيان سوي هم دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ارزګان یوه دوه کلنه ماشومه خرڅلاو ته ایښودل شوي", "output": "د ارزګان یوه دوه کلنه ما� �ومه خرڅلاو ته ایښودل شوي د کابل ښار په لویدیځه برخه قمبر څلورلاري ته څیرمه د پښتنو کډوالو په هغه پنډغالي کې چې له تیرو څو میاشتو را پدې خوا جوړ شوی ، یوه کورنۍ د نیستۍ، فقر او قرضدارۍ له کبله دې ته اړ شوي چې خپله کوچنۍ لور د خپل پور د خلاصون لپاره د ناچیزو پیسو په بدل کې خرڅه کړي. دغه ماشومه جماله نومیږي او د خپلې اوه کسیزي کورنۍ سره یو ځای له تیرو دری نیمو میاشتو را پدې خوا د ارزګان ولایت له دهراوت ولسوالۍ څخه دغلته را کډه شوي ده. جماله او د هغې کورنۍ تر یوې څیرې څیرې خیمې لاندي د سلګونو نورو کډوالو تر څنګ ژوند کوي او ۱۳ کلن ورور یې وایې چې له تیرو څلورو ورځو را پدې خوا د خوراک لپاره هیڅ هم نه لري او ده هم د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره درویزې ته مخه کړي ده. محمد بصیر د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې پلار یې د طالبانو له خوا په کلی کې وژل � �وی او دی د خپلې بوډۍ مور او کوچنیو وروڼو او خویندو یوازنی ساتندوی دی. هغه وویل چې تیره شپه یې له پیازو سره وچه ډوډی خپلي کورنۍ ته راوړه او نن بیګا ته خو هغه هم نشته. د بینوا ویب پاڼي همکار وویل چې دغه کوچنۍ ماشومه چې همځولي ېې په نورو ملکونو کې د خپل پلار او مور په تودې غیږي کې را لویږي نه پوهیږي چې اوس خرڅلاو ته ایښودل � �وي ده. دغه ماشومه چې د خپل ورور په غیږ کې به موسکۍ موسکۍ کیدله په دې نه وه خبره چې ورور یې نور پالنه نه شي کولای .محمدبصیر چې سترګي یې له اوښکو ډکي دکي کیدي وویل چې ده کابل ته د راتګ پر وخت د کرایې لپاره پیسې په پور اخیستي وي چې اوس پوروړو تنګ کړی او دی د خپلې دغې خوږې خور د خرڅولو پرته هیڅ بله لار نه لري. هغه له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه چې تر خپله وسه ورسره مرسته وکړي او له دې نه زغمونکي بدبختۍ څخه د ده کورنۍ او د هغه وړه خور وژغوري. د زیاتو معلوماتو لپاره په لاندي پته تماس ونیسئ د تلیفون شمیره: 0700043967 ایمیل: tanha_mer@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وتلی افغان سندرغاړی له دې نړۍ وکوچید", "output": "ميرويس جلالزی د افغانستان د موسیقۍ وتلی سندرغاړۍ او موزیک غږونکی جلیل ځلاند تیره شپه د ۷۹ کلونو په عمر په امریکې کې له دې نړۍ څخه وکوچید.جلیل ځلاند د افغانستان د کلاسیکي او عصري موسیقۍ تر منځ د یوه پله په توګه شمیر� � کیده.له نوموړي څخه د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په آرشیف کې په لسګونو غږیزې سندریزې پټې پاتي دي. مرحوم زلاند اوه اولادونه لري چې څلور زامن یې سندرغاړي دي.جلیل زلاند د سندرو تر څنګ د موسیقۍ د ځیني الاتو تکړه غږونکی هم وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان لوبغاړي له مکسيکوېې سیال څخه ماتي وخوړه", "output": "شمله له بيجينگ څخه د بيجينگ د 2008 کال د نړيوالو سیالیو په لړ کې نن د چهارشنبې په ورځ د غرمي په 12 نيمو بجو د تکواندو په برخه کې افغان � �وبغاړي نیک پاه له خپل مکسیکويې سیال څخه یو د دوه پر وړاندي ماتي وخوړه . د اسيالي د 58 کیلو په وزن کې تر سره شوي .ویل کيږي د نيک پاه سیال هم د نړۍ د تکواندو اتل وو. نیک پاه له دې دمخی په همدې ورځ خپل جرمن سيال ته څلور د دریو پر وړاندي ماتي ورکړي وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیا: د ګردیز ښار اوسیدونکي له دولتي چارواکو او امنیتي ستونزو شکایت کوي", "output": "شاه زم ان د ګردیز ښار اوسیدونکي دغلته له امنیتي ستونزو شکایتونه لري او ادعا کوي چې له تیرو شلو ورځو را پدې خوا سوداګرو او ګردیزو میشتو هغو کسانو ته بیلا بیل د مرګ ګواښونه کیږي چې له بهرنیو موسسو او ټولنو سره کار کوي. د محمد حیران په نامه د ملګروملتونو یوه کارکونکي وویل چې له تیرو لسو ورځو را پدې خوا یې د امنیتي ملح وضاتو له مخې خپله دنده پریښي او دولتي چارواکي دوي ته د امنیت په برابرولو کې پاتې راغلي. د ګردیز ښار سوداګر هم په ښار کې د غلاوو، سړي تښتونو، مرموزو وژنو او بیلا بیلو تهدیدنو له کبله غواړي چې تر زیاته بریده خپلي پانګي له دغه سوداګریز مرکز څخه چې یو وخت د ښه امنیت خاوند وو بهر او یا هم خوندي ځآیونو ته انتقال کړي. سوداګر وایې چې د پکتیا په دولتي دستګاه کې ادارې فساد، کورني تجارتونه او د مافیایې ډلو شتون د دې لامل شوی چې د دغه ښار اوسیدونکي له بیلا بیلو ستونزو سره مخ شي. هغوي له حامد کرزي او کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر څخه غوښتنه کوي چې د پکتیا د والي په ګډون دغلته د لوړ پوړو دولتي چارواکو د برخلیک په اړه له بیا کتني څخه کار واخلي. ورته ستونزي څه موده مخکې په هرات ولایت کې هم رامنځ ته شوي خو د هرات والي سید حسین انوري په ګډون د پو� �یسو د لوړ پوړو چارواکو د دندو څخه تر شړلو وروسته اوس بیرته په هرات کې حالت ښه شوی او سوداګرو خپلي تړلي فابریکې بیا ځلي پرانیستي دي. د پکتیا اوسیدونکي له کرزي څخه غواړي چې د پکتیا لپاره هم له ورته اقدام څخه کار واخلي. د پکتیا حکومتي چارواکي په دې اړه وینا ته نه دي حاضر شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ستراتیژۍ بدلون که د کاري گروپ ( د مهاجرلیکنه)", "output": "دافغانستان دپاره دستراتیژی بدلون که دکاری ګروپ بدلون ضروری دی؟ په دی وختوکی کنګوسی دی چی امریکا غواړی دافغانستان په هکله پرخپ� �ه ستراتیژی غوروکړی ځکه امنیتی حالات مخ په خرابیدودی دجګړی لیکواوبی امنتی حتی دافغانستان په پلازمنی کابل په زړه ته ځای رسولی دی شاید امربکابه دستراتیژی تغیر ضروری وګڼی خوپرامریکا ډیرناوخته دی چی دوی اوس خپلو اشتباهاتوته متوجه کیږی ځکه اوه کاله وخت ضایع کول اوه کاله په میلیاړډو ډالرسوځول اوه کاله دز� �ګونوافغانانووینی توییدل په اوه کاله کی دیوه بچاره ملت کړیدل دخلګو ژوند په ناخوالوکی تیریدل وړه خبره نده داهم نړیوالی ټولنی اوهم افغانانوته ډیرګرانه تمامه سوه اوس کله چی سړی دامریکا دمتحده ایالاتو دستراتیژی دتغیرخبری اوری دډیروپوښتنوسره مخامخ کیږی هغه پوښتنی دادی اول : داستراتیژی به یوازی امریکاییان جوړوی اوکه به یی دافغانانوپه مشوره جوره جوړوی ؟ دوهم : - ایادابه هغه ګروپ وی کوم چی دامریکا اونړیوالی ټولنی ته یی دااوه کاله بازی ورکړه اوامریکااوهنړیواله ټولنه یی دګواښ سره مخامخ کړیده اوکه بله ډله وی ؟ دریم : - دابه بیا دچوک اوبازارنه خلګ راکش کړی وی اودابه هم یوځوچاپلوسان اوجاسوسان وی اوکه به حد اقل یوڅه بااحساسه اودفکرخاوندان په کښی وی ؟ ځلورم : - ایادیوه فاسد ګ� �وپ شخص اودولت په په واسطه کیدای سی چی یوه سمه ستراتیژی عملی سی ؟ پنځم : - مخکی له دی چی یوه سمه ستراتیژی جوړه سی دابه ښه وی اوکه لومړی پریوه ښه کاری ګروپ فکروسی اووروسته دهغه ګروپ په مشوره دوخت دضرورت سره سم ستراتیژی جوړه اودعملی کیدوخواته روانه سی ؟ شبږم : ایا که پالیسی غلطه وی اوکاری ګروپ فعال وی اویا پالیسی سمه وی اوکاری ګرپ غلط وی دابه نیتجه ورکړی ؟ داټولی هغه پوښتنی دی چی دافغانستان په باره کی دستراتیزی دبدلون په هکله دخبری رسینونه اوازو راولاړی کړیدی اوس خبره داده چی په افغانستان کی ستونځی یوازی دامریکا غلطی ستراتیژ ی ندی راولاړی کړی بلکه دغلطی ستراتیژی اودیوه فاسدی اداری دواړولاس سر ه ورکړیدی اوحالات یی خراب کړی دی یاخوامریکا نه غواړی چی په افغانستان کی مسبت بدلون راسی اویا که غواړی دمشکل پریوه اړخ فکرکوی دافغانستان اوسنی اداره نه غلطه ستراتیژی مخ ته وړای سی نه سمه اوس جام پاته ده که امریکا غواړی چی دلته مسبت بدلون راسی باید پردی فکروکړی چی داوسنی ادار ی په وجودکی نور نه امنیت رات� �ای سی نه داداری فسادمخه نیول کیږی نه دمخدره توکیودکرهنی اوکاروبارمخه نیول کیدای سی ځکه پدی دی دری واړوستونځوکی اوسنی اداره ډیررول بازی کړیدی که طالیبان دمخدره موادو دکاروبارنه ځومره پیسی لاس ته راوړی نوددی کاردپاره خو دولتی چارواکی ورته زمینه برابروی دښارونه اودلویولارونه یی دولتی لوړ پوړی چارواکی و� �تیروی اودطالیبانوسیموته یی رسوی اوکه خلګ دولت نه بیزاره سویدی اودطالیبانوخواته یی مخ اړولی دی دهغه علت ددغه فاسدی داداری کړه وړه دی اوکه امنیت ورځ ترهغه بله خرابیږی علت دادی چی په اداره کی یووالی نسته پاک خلګ نه سته هرڅوک دخپل جبیب پرډکولوفکرکوی نه دملت پرستونځو اووطن پرخرابی که دامریکاپه ستراتیژی کی تغیرراځی نوددی اوسنی اداری اوداداری درهبری دلاری په څودلایلو عملی کول ناشونی دی الف : - اوسنی اداری کمزوری مخالیفیوته معلومی سویدی دهغه نه په هرصورت هرمخالف ګټه اخیستلای سی ، ب :- ګاونډی هیوادونه دخپلو مزدورانودلاری داوسنی اداری په مغزکی ځای نیولی دی کرزی اودولت ځان نه سی تری خلاصولی ، ج : - ملت داوسنی اداری دملاتړنه لاس برسرسوید ی اونور یی نه په وعدوباورکوی اونه په کړوړوپښتانه وایی هرځه چی دلاسه ووزی لاسته به راسی خوچی دچا زړه مات سی بیا جوړلاسته نه راځی . د :- دکرزی اداری اصلاپه افغانستان کی م لی احساس - وطن دوستی ملت پالنه خواخوږی په دولت کی وژلی یوازی نس دوستی اوډالرپرستی غلااوچپاول � �انونی اورسمی شکل نیولی اودیوه سراسری کلتورشکل یی غوره کړیدی خصوصاددولتی ارګانوپه چوکا ت کی اوس یوازی په غلااورشوت په قاچاق اوفسادکی دمهارت مسابقه ډیره تیزه سویده نوکه امریکا اوحتی ځینی افغانان سره له دی چی دی فاسدی اودغلوپه ګټه دیموکراسی ملت ډیرناهیلی کړی دی اوداچی امریکا اوه کاله وروسته په ځان پوهیږی چی کښتی یی ډوبیدوته روانه کړیده خلګ حیران کړیدی ځینی خلګ داسی فکرکوی چی اصلا دافغانستان دخ� �ګوازاراوبدبختی دامریکا ستراتیزی ده اوځینی بیا داسی فکرکوی چی امریکا دافغانستان نه لیری اوبی خبره هیواددی یوازی دزوراوفشار ډالرواوبی 52ته تکیه کوی نورسوج نه لری په هرحال زموږ ملت ته دامریکا اوسنی غلطی سترایزی اوفاسدکاری ګروپ ډیرناخوالی راولاړی کړیدی که امریکا ستراتیژی بدلول غواړی اول باید خپل کاری ګروپ بدل کړی وروسته پرستراتیژی فکروکړی اوکه ستراتیژی بدلوی اوګروپ ساتی دابه یی یوه بله لویه اشتباه وی چی حا� �ات به تردی نورهم خراب کړی کابل - افغانستان -- حاجی مهاجر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بوش: هېله لرم جنرال مشرف به بیړنی حالت پاېته ورسوي", "output": "جمهور رېس بوش واېې، په داسی حال کې چه جمهور رېس مشرف به د ټروریزم په خلاف په مبارزه کې د امرېکا د ېوه ډېر پېاوړی ملگری په توگه پاتی شی، هېله لری چه اضطراری حالت به ختم کړی. ښاغلي بوش د سه شنبی په ورځ د فاکس تلوېزیون تجارتی شبکې سره په ېوه مرکه کې ووېل، باور لری چه جنرال مشرف ددی جنگ په اهمېت ښه اگاه دی او د دېموکراسی په ارزښت هم ښه پوهېږی.په ورته وخت کې مشرف یو ځل بیا له بیړني حالت څخه دفاع وکړه او هغه یې د اسلام ـباد او د هغه د نړیوالو ملگرو په گټه وبلل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جرمني هیواد د تخنیکي مرستو دفتر تر بمي برید لاندي راغی", "output": "کابل : ميرويس جلالزی د افغانستان په شمال کندز کښي له افغانستان سره د جرمني هیواد د تخنیکي مرستو دفتر تر بمي برید لاندي راغی د نوموړي ولایت د امنیه قومندان جنرال مطلب بیگ په قول پیښه د جمعې په ورځ رامنځ ته شوې خو کومه مرگ ژوبله یې نده رامنځته کړې . مطلب بیگ همد اراز ویلي چي د برید له امله د ودانۍ ښیښې او په انگړ او بهر کښي ولاړ موټر زیانمن شوي دي . د یادوني وړ ده چه د کندز د پولیسو په وینا برید کونکي له برید نه څو شیبې وروسته له سیمي نه پیښې سپکي کړي او هویت یې هم ندی څرگند شوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر ته پرانیستی لیک: (ډاکټر صفی الهه صاحبزاده)", "output": "د لوی خدای په نام ه محترم ولسمشر صاحب : خپل ژور احترامونه درته وړاندی کوم٬ د اسلام د سپیڅلی دین او ګران هیواد د خدمت لپاره دی لوی څښتن تعالی مل اوسه. محترم ولسمشر صاحب: دلیک دلیکونکی په توګه د تعامل له مخی لازمه ګنم درته ځان په لنډ ډول معرفی کړم.زه په افغانستان کی په یوی دینداره کورنی کی زیږدلی یم٬ ابتدائی او ثانوی تحصیلات می د کابل په ښار کی سرته رسولی او د کابل پوهنتون د طب پوهنځی څخه فارغ التحصیل شوی یم.په افغانستان کی دکم ونیستی کودتا او بیا ورپسی د شوروی روسیی د لښکرو د اشغال څخه وروسته لکه د نورو کړیدلووطنوالو په څیر پاکستان ته مهاجر شوم٬ او څه موده د ګاونډی هیواد د افغانستان په سرحدی سیمو کی د خپلو مهاجر او مجاهدو وطنوالو په خدمت کی وم٬ اوس د ډنمارک په هیواد کی اوسیږم او په صحی چارو کی خپله طبی وظیفه پر مخ بیایم.زه د وړوکتوب څخه د خپل هیواد سیاسی تاریخ سره علاقمند وم او د دی تر څنګ د نړیوالی ټولنی سیاسی جریاناتو او پیښو څخه متاثره شوی یم٬ او د نړیوالی ټولنی په سیاسی جریاناتو می ځان باخبر ساتلی دی.د افغانستان تاریخ د پیښو او سیاسی نواساناتو څخه ډک دی٬ د میرویس نیکه او بیا د احمدشاه بابای غازی څخه وروسته افغان ولس د یو لړ غمیزو سره مخ شوی او زیاتی ارزښناکی استراژیکی سیمی یی د لاسه ورکړی چه ټول باسواده وطنوال ورباندی پوه دی اوتوضیح ته ضرورت نشته. تر ټولوزیات د نږدی تیرو دیرشو کالو پیښو افغاني ټولنه زیاته اغیزمنه کړیده او د دغه تیرو واقعاتو په رڼا کی کولی شو هم داوسنیو او همدا ډول د راتلونکو چلینجونو سره د مقابلی دپاره ورڅخه د یوی تاریخی وثیقی په ډول کار واخلوو.د افغانستان تیر دیرشوکلونو حوادثو څخه ښکاره ده چه تاسی محترم پوره اشنا او هغه مو محسوس او له نژدی څارلی او پوره تری خبر یاست٬ څه چه په ښکاره او څه په پټه شوی د وخت په تیریدو د هیواد سره دعلاقمند وطنوال پری څه ناڅه پوه شویدی٬ مختلف کتابونه٬ مقالی او تحلیلونه د اسنادو په ډول م وجود دی ٬ د نجیب دولت د نسکوریدو څخه بیا تر سپتمبر یوولسمی حادثی پوری متاسفانه افغانستان د کړیدلو په بل دور واړولو٬ چه متاسفانه په دغه تراژیدی کی مونږ خپله افغانانو تر زیاته ملامتیا لرله٬ او دا زمینه مو برابره کړه چی بهرنی طاقتونه هم خپل شوم لاسونه پکی ولړی٬ دغه دوره دفتور او د فساد دوره وه او یو عربی سیاستوال چه د جهاد په دوره کی یی مجاهدنو سره مرسته کړی وه٬ د فتنی په دوره یاده کړیده چه هم د افغانستان او هم د اسلام په زیان وه.په دغه نهه لس کلنه دوره کی د افغانستان موجوده مطرح سیاسی او نظامی ګروپونه او اشخاص په مستقیم یا غیر مستقیم ډول شریک او اغیزمن و٬ او دا مشکله ده چه فیصله وشی چه څوک ملامت او څوک د حق خاوند و٬ هره ډله او هر ګروپ ځان په حق بولی٬ ځان ته مجاهد٬ وطن پرست او روشنفکر وایی٬ او خپل مخالفین د مجاهدودښمن٬ وطنفروشه او د بیګانګانو مزدور بولی!! محترم ولسمشر صاحب: افغانستان شپږ ګاونډی هیوادونه لری د چین څخه پرته پنځه یی اس� �امی هویت او دوه یی په رسمی توګه د جمهوری اسلامی ایران او جمهوری اسلامی پاکستان په نامه یادیږی٬همدا ډول په منطقه کی مطرح هیوادونه شته چه دافغانستان چارو سره دلچسپی لری٬ همدا ډول ستر طاقتونه هم دافغانستان د حالاتو په هکله بی تفاوته نه واو نه بی تفاوته پاتی کیدلی شی٬ نو که د یو همسایه او یا د منطقوی هیوادونو ملاتړد افغانستان په سیاسی ډلو او ګروپونو کی د مربوطه ډلو او ګروپونو خیانت او وطنفروشی و بولو٬ نو بیا به داسی سیاسی ډله پیدا نشی چی بیا دی هغه ځان د خیانت او وطنفروشی څخه پاک وګڼی٬ متأسفانه دافغانستان په داخلی چاورو کی د ځینو ګاونډیانو ښکاره مداخلی شوی چی پری سترګی نشی پټیدلی٬ او دا مهمه نده چی مداخله دکومی لوری شوی٬ مداخله مداخله ده که د شمال له خوا وی که د جنوب له خوا٬ د شرق له خوا وی که د غرب له خوا. په هر ډول د سپتمبر یولسمی نه وروسته اوس نړیواله ټولنه په افغانستان کی فعال حضور لری او د دغی نړیوالی ټولنی په نظام ی٬سیاسی او اقتصادی قدرت افغانستان نوی دوری ته مخه کړه٬ نوی دوری افغانی روشنفکرانوته چه دتیرو سیاسی اړو دوړو او سیاسی بلوا څخه ستړی او مایوس شوی و٬ نوی اومید ورکړ او وروستی تحول ته یی د نیک فالی په سترګه وکتل٬ او دا توقع کیده چه د نړیوالو په مرسته به نور په افغانستان کی امن او امان منځ ته راشی او د نتیجی سره به یی ا� �تصادی پرمختګ هم ورسره ملګری وی٬ خومتأسفانه حالات داسی چی فکر کیده پر مخ ونه لاړل او د ورځ په تیریدوپه ملت کی یو ډول بی اعتمادی دخوریدو په حال ده.افغان او نړیوال سیاست پوهان پدی پوهیږی چه دافغانستان اوسنی لانجه ساده نده٬ افغانستان پداسی استراژیک موقعیت کی واقع دی چه هم همسایه٬ هم د منطقی او هم د نړیوالو لویو طا� �تونو د توجه وړ دی٬ نوموړی هیوادونه پټ سیاسی او استراژیکی منافع لری٬ او افغانستان هم اوس او هم په اینده کی د سیالو رقیبو هیوادونو د سیاسی او نظامی رقابت د میدان د ګرځیدو په حالت دی.سیاسی پوه افغانان پوهیږی چه بهرنی ځواکونه خامخا خپل خاص هدفونه لری او څه چه په ظاهر وایی په باطن کی فرق لری٬ خو د افغانی پوه سیاستوالو او وطن ته دلسوزو کسانو وظیفه ده چه حالاتو ته د واقع بینی په نظر کی نیولو سره هیواد داسی لوری ته هدایت کړی چه د بهرنیو مطرح قوتنو د منافیعو قربانی نشی٬ او داسی سیاسی تدبیر څخه کار واخلی چه د ګران هیواد منافع خوندی وساتل شی٬ او د بهرنیو طاقتونو اهداف د افغانانو د منافعو سره په ټکر نشی٬ بلکه احتمالی بهرنی منافع د افغانستان دمنافعو سره په موازاتو کی شی او هیواد د بهرنیو د سیاسی لوبی ډګر ونګرځی٬ او مونږ هم پدی باور یو چه کولای شو د واقعیتونو په نظر کی نیولو سره خپل اوسنی نړیوال دوستان په دی قانع کړو چه د هغوی منافع د افغانسان د منافعو سره غوټه دی او د خلاف په صورت کی یی دواړه خواوی خطرناکی صدمی سره مخامخ کیږی.همدا اوس منطقوی او نړیوال سیاسی او نظامی تحولات پر مخ وړاندی روان دی او دنیا د یو قطبی نظام څخه څو قطبی نظام خواته حرکت کوی٬ نړیوال سیاسی او نظامی طاقت همدا اوس او په اینده کی به داسی نه وی لکه په تیره نویمی لسیزه کی و٬ د هیواد د اوسنی او هم اینده د پاره خاص تدبیر پکار دی او د داسی سیاست غوره کول پکار دی چه هیواد ته صدمه و نه رسیږی.د نړیوال سیاسی فورمولبندیو سره جوخت په هیواد کی دننه هم فورمولبندی ګانی تغیر ومومی٬ داسی سیاسی ډلی ټپلی او اشخاص شته چه دخپل شخصی او ګروپی ګټو لاس ته راوړو دپاره په اسانی هم اوس او هم په اینده کی د بهرنیانو د لاس اله ګرځیدلی او ورباندی پانګه اچول کیدی شی٬ چه متأسفانه داسی ناسالمی ډلی د اوسنی دولتی نظام کی ځای پر ځای او په مهمو دندو باندی ناست دی٬ دا ضروری بریښی پرته له دی چه وخت له لاسه ورکړو داسی ډلی او اشخاص کلک نظارت او د لزوم په صورت کی یی مخه ونیسو تر څو هیواد په راتلونکی کی د بلی فتنی٬ فساد او تباهی سره مخامخ نشی.محت� �م ولسمشر صاحب: د هیواد اوسنی سیاسی نظام ډیر غیر متجانس دی د تیرو دیرشو کالو پیښو په هیواد کی ژور بدلولونه رامنځ ته کړی٬ د حالاتو د قابو او کنټرول د پاره د یو متوازن تدبیر ته ضرورت دی.څه وخت چه د سپتمبر یوولسمي حادثه وشوه او امریکا او د هغی ملګری دی ته اړ شو چه په ډیره لنډه موده کی په افغانستان کی نظامی اقدامات تر سره کړی نو د شرایطو سره سم یی سمدلاسه د شمالی ټلوالی چه د طالبانو له خوا خلع قدرت شوی او په ډیرو ناوړو ش� �ایطو د هیواد په یوه کوچنی منطقه کی محاصره وو٬ توجه وکړه د بی شمیره اقتصادی او نظامی همکاری په نتیجه کی یی دی ته جوګه کړل چه لکه پنځم ستون د امریکی نظامی عملیاتو د چټک موفقیت د پاره ور څخه کار واخلی٬ چه همداسی هم وشول٬ د امریکی دستر نظامی قدرت او د دغه ډلی د پنځم ستون د رول په ادا کولو سره طالبان په لږه موده کی نسکور او امریکی او د هغه ملګرو هیواد د خپل نظامی کنټرول لاندی راوستلو٬ او د پاداش او هم د شرایطو له مخی یی دغی � �لی ته پراخ دولتی او اقتصادی امتیازات ورکړل٬ څرنګه چه مخکی می اشاره وکړه عام ولس او په خاصه توګه د هیواد � �وشنفکره ډله امیدواره شوه چه ډیر ژر به په راتلونکی کی ستر تغیرات د افغانی ټولنی په ګټه منځ ته راشی٬ او سره � �ه دی چه د ملت اکثریت د شمالی ټلوالی څخه بد زړه او د هغوی د واکمنی دوری د ظالمانه اعمالو په یاد ورڅخه ناخوښ و٬ خو ملت دا په موقتی ډول او د شرایطو د ایجاب له مخی ومنله او منتظر پاتی شو چه د حالاتو د ثبات سره سم به د هیواد داخلی نظام هم تغیر ومومی٬ د بن معاهده او ورپسی لویه جرګه او ورسره وروسته د ولسمشری او د ملی شورا ټاکنی وشوی٬ خو متأسفانه د ملت د توقع په خلاف شمالی ټلواله نوره هم مضبوطه او په دولتی تشکیلاتو کی تر سترو امتیازاتو برخه منده شوه چه د وخت په تیریدو د ملت حوصله مخ په کمیدو شویده. متأسفانه په نوی مرحله کی هم لکه د پخوانیو مرحلو په شان د رد او نفی د ناوړی پالیسی څخه کار واخیستل شو٬ یوه یا څو ډلی له اذله بد عمله او وطن دښمنه وګڼلی شوی او ورسره د شدت سلوک غوره شو٬ خو نوری ډلی په غیږ کی ونیولی شوی او پوره ونازولی شوی او او هم لا نازیږی.په افغانستان کی همدا اوس تراویا زیاتی ډلی ټپلی شته٬ هره ډله ځان وطنپرست او ښه بولی٬ خو خپل مخالفین خاین او وطنفروش په نامه یادوی٬ همدا ډول په دولتی چارو کی حاکمی ډلی شته چه ځان ته مجاهد او د ګران هیواد د استقلال د مقاومت د سنګر غړی بولی٬ په بل عبارت ټول محاسن خپل ځان ته او معایب خپلو مخالفو ډلو ته حواله کوی.خو د حالاتو په نظر کی نیولو سره له ولسمشر چه د ټولو افغانانو مشر دی توقع ده چه ټول ولس په نظر کی ونیسی او د ملی پخلاینی له پاره ګامونه پورته کړی او د خپلو امکاناتو څخه چه د نړیوالی ټولنی سیاسی م� �اتړ هم ورسره دی کار واخلی٬ که داسی ونشول حالات به د خرابی په لور ولاړشی٬ او ملت کی به نارضایی خوره شی٬ او بیا به نو د هیواد راتلونکی تاریخ د اوسنی زعامت په هکله قضاوت کوی. سره له دی چه خاصی ډلی د هیواد په سرنو� �ت باندی حاکمی دی او ښه پریمانه شتمنی یی لاس ته راوړی ده٬ خو اقتصادی او د قدرت حرص یی نه مړیدونکی دی او نا� �ی وهی چه مجاهدین د پامه غورځول کیږی٬ دلته د یادولو وړ ده چه د مجاهدینو٬ مبارزینو٬ مقاومت کونکو٬ او داسی نورو القابو په هکله معیارونه نشته او په ملت کی اختلاف نظر دی چه څوک د پورتنیو القابو مستحق او څوک نا مستحق دی.د څه مودی راهیسی یوښاغلي چه د چا خبره د ډلګی مشری لیاقت نلری خو غټ نظامی لقب ورکول شوی چیغی او ګیلی کوی چه مجاهدین د ګوښه کیدو په لور روان دی٬ دلته بیا هم د یادولو وړ بولم چه د مجاهد کلمه د هغه چا له پاره استعمالیږی چه د شوروی روسیی او د هغوی کمونیستی رژیم سره په مسلحانه جهاد بوخت او د جهاد په سنګرو کی ناست � �٬ په جهاد کی د ولس پراخ اکثریت برخه اخیستی ده او څوک دا حق نلری چه د جهاد او مجاهد کلمه ځان پوری منحصره کړی٬ دا چه د کمونیستی رژیم وروسته مختلفو ډلو په خپل مینځ کی د ناروا قدرت ته د رسیدو په هکله یو تر بله په جګړه شو بلکل بله پوښتنه ده٬ پدی ټول ملت ښه پوهیږی چي د تیري نویمی لسیزی جګړی چه په نتیجه کی یی کابل ښار و� �ان ویجاړ او شپیتو زرونه زیات بی ګناه انسانان شهیدان شول ټول یا د قدرت د ساتلو او یا د غصبولو پخاطر شوی او د جهاد سره هیڅ تړاو نلری. څرنګه چی مخکی می ورته اشاره وکړه په جهاد کی د ملت لوی اکثریت برخه اخیستی ده او د جهاد په دوران کی په مختلفو تنظیمونو او ډلو کی سازماندهی شوی و شمالی ټلواله نشی کوالای پدی سترګی پټی کړی چه یواځی دوی جهاد کړی او بس٬ نه داسی هیڅکله نده د مثال په توګه د طالیبانو اکثره غړیو په جهاد کی ستره برخه اخیستی٬ حزب اسلامی هم ډیر شهیدان ورکړی٬ ټولو مشکلات ګاللی٬ ټولو قربانی ګانی ورکړی او زیات شمیر یی مات ٬ ګوډ اومعیوب شویدی.طالبان او حزب اسلامی لکه یادونه چی وشوه د نورو سیاسی ډلو په څنګ په افغانستان کی پوره اغیزمن دی او د دوی د نفوذ څخه څوک سترګی نشی پټولی٬ د طالبانو د واکمنی په هکله په هیوادوالو کی د نظر اختلاف موجود و٬ یو شمیر طالبانو ته د امنیت د راوستو په لحاظ ښه کتل ځکه د جنګی ډلو د جګړو څخه ډیر زیانمند او ستړی � �وی و٬ همدا ډول مخالف نظر هم موجود و٬ چه په دوه ډلو و٬ یوه ډله د طالبانو د سخت نظری او خاصه توګه د تعلیم د د� �وازو د تړلو له امه سخت ناراضه و٬ مګر بله ډله چه له قدرت څخه خلع شوی و ورسره یی سخته کینه درلوده.په هر ح ال څه چی شوی هغه شوی٬ د اوس او اینده د پاره غم پکار دی٬ ټول افغان ولس او په خاصه توګه باسواده ډله٬ او همدا � �ول بهرنی سیاستوال پدی نظر دی چه جګړه یواځی د حل لاره نده او باید مسلح مخالفو سره خبری وشی او ملی رغاونی ته وبلل شی او هیڅ قید او شرط ورباندی کښی نه ښودل شی٬ چی همدا خبره په وروستیو کی ناټو جګپوړو نظامی چارواکو هم کړیده٬ نوضروری ده چه خبرواترو د پاره جدی ګامونه پورته شی.د ملی سولی دچټکی او کامیابی له پاره ضروری ده د منطقی مکانیزم څخه کار واخیستل شی او د هیواد دولتی جوړښت کی داسی تغیرات راشی چه د ټولو متخاصمو ډلو اعتبار تر لاسه کړی٬ او دا ضروری هم ده ځکه اوسنی مسلحانه مقاومت د نویمی لسیزی د ذات البینی نښتو محصول دی.مسلح م� �اومت ځان د هیواد په سرنوشت کی بی برخی بولی او نشی زغملی چه مخالفی ډلی یی د دولت په لوړو دندو ناستی وی٬ لکه څه موده پخوا د طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان ویلی وتر هغی به وسله په ځمکه کی نږدی تر څو چی فلانی او فلانی د ولسمشر مرستیالان او یو زیات شمیر مخالفین یی په لوړو نظامی او دولتی چارو بوخت وی٬ هو همداسی هم ده دوی پوره حق لری چی داسی ووایی ځکه دوی په داخلی جنګونو کی ډیر ځپل شوی او زیات شمیر یی د امریکا د نظامی طاقت د استعمال وروسته د خپلو سیالو مخالفو ډلو له خوا په خورا بیرحمی په کانټنرو کی سوځول شوی او زیات شمیر یی بی عزته � �ویدی.متأسفانه په ملت کی اختلافات زیات شوی او ډیر منفی او ناوړه تعصبی بڼه یی غوره کړی٬ او حالات دی ته � �سیدلی چه ډیر کوچنی حرکت د خلکو احساسات را پاروی٬ شمالی ټلوالی سره د ملت او په خاصه د تحصیلکرده قشر نفرت ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دی٬ څه وخت چی مرحوم پخوانی پاچا د جنازی مراسم مو د اریانا د تلویزین له لیاری لیدل زیات شمیر هیوادوال ناست و٬ په مراسمو کی ولیدل شو چه د ولسمشر کیڼ لاس ته ملا ربانی او ښی لاس ته یی دلګی مشر فهیم ناست و ټولو یو بل ته وکتل او سره ویی ویل!ګوری چی اوس هم ولسمشر د شمالی ټلوالی د محاصری لاندی دی ځکه د دواړو کسانو ناسته د ولسمشر خوا ته نه توجیه کیدله٬ ملا ربانی اوس د ملی شورا عادی غړی او فهیم د سنا٬ که د ملا ربانی د سابقه کاذبی جمهوری ریاست مقام په نظر کی وای نو باید بیا حضرت صبغت الله چی هم مشر او هم اوس دسنا م� �ر دی ستاسی تر څنګ باید ناست وای٬ په هر حال داسی انګیړنه وشوه چه شمالی ټلواله ښکاره کوی چه دوی اوس هم دولت په محاصره کی لریبله مسٔله د احمدشاه مسعود د وژلکیدو د ورځی په هکله ده چه هر کال دغه ورځ دملی قهرمانی � �هید په نامه لمانځل کیږی د هیواد د ملی بیرغ تر څنګ تور بیرغونه لوړیږی او دغه ورځ عمومی رخصتی هم اعلان � �ویده٬ په دی هکله چه څوک احمدشاه مسعود شهید یا ملی قهرمان بولی اختلاف نشته ځکه هغه طرفداران او مینه وال لری او هغوی حق لری چه داسی خطاب دی ورته وکړی٬ خو اصلی مسٔله دا ده چه احمدشاه مسعود په افغانانو کی لکه نورو اغیزمن مشرانو او قوماندانانو په څیر متنازع شخصیت دی او د ولس پراخ اکثریت د هغه او د هغه د ملګرو د کړو وړو او اعمالو څخه ښه خاطره نلری٬نو ولسمشر باید دی موضوع ته متوجه اوسی٬ که ولسمشر بی له چون او چرا هغه شهید او ملی قهرمان بولی بیا نو دا شان اظهارات ډیر شمیر هیوادوال ناراضه کوی او د خپل ځان سپکاوی یی ګڼی٬ احمدشاه م سعود ملګری حق لری د هغه د وژل کیدو ورځ ولمانځی او لکه شیعه ګانو په شان ځانونه په ځنځیرونو ووهی٬ خو د ولسمشر اشتراک د داسی متنازع شخص په هکله د ولسمشر بیطرفی د سوال لاندی نیسی او داسی محسوسیږی چه ګوندی ولسمشر د احم دشاه مسعود مخالفین خاینان یا د وطن ګیدړان بولی٬ او دا د ولس غټ اکثریت سره لویه جفا ده.زه پروسږکال د لنډی مودی له پاره د ۲۵ کلو وروسته کابل ته په سفر تللی وم٬ دکابل په هوایی ډګر د ترمینال په لیدو می د خجالت احساس وکړ چه هیڅ هوایی ډګر ته نه پاتی کیدو٬ حتی یو دیوالی ساعت پکی نه لیدل کیده٬ تشنابونه یی دومره چټل ؤ چه جرأت می ونکړ ورته داخل شم٬ او ځان سره می افسوس وکړ چه د دومره کالو په تیریدو ولی زمونږ د کابل بین المللی م یدان چه د هیواد دروازه بلل کیږی خوار و زار دی٬ خو د میدان بهر می یو ډیر لوی د احمدشاه مسعود عکس ولید چه کیدی شول د هغه د عکس په مخارجو باندی د میدان تشنابونه ترمیم شوی وای٬ د هوایی میدان نه لږ وړاندی می لوی م نار او څلور لاری ولیده چه د مقاومت یا د احمدشاه مسعود د څلور لاری په نامه یادیږی٬ دلته بیا زه حیران شوم چه دا د مقاومت چهارراهی د چا سره د مقاومت په خاطر جوړه شوی؟ د روس٬ دامریکا٬انګلیس٬ چین... او که د خپلی افغانی سیالی ډلی سره د ناروا د قدرت د ساتلو د مقاومت په خاطر.محترم ولسمشر صاحب: ملت به نور څومره صبر او تحمل وکړی٬ زه نه پوهیږم چه تاسی جنابعالی په شمالی ټلوالی کی ولی دومره خوند لیدلی چه یی دومره نازوی د دوی څخه خو اوس د ویری دلیل نشته٬ اوس د کودتاګانو وخت تیر شویدی، بین المللی ټولنه نظامی فعال حضور لری٬ نو د ټولو س� �ه بیا هم تاسی محترم ته دغه ډله ولی دومره مهمه ښکاری٬ د حیرانتیا خبره دا ده چه عبد الله بیا په کابینه کی راوستلی کیږی٬ د خدای د پاره د څه د پاره؟ ایا د هغه ککری د وزارت له پاره جوړه ده ؟ ایا افغانستان د قحط � �جال سره مخ دی؟ محترم ولسمشر صاحب: فکر کیږی شمالی ټلوالی تاسی بی ځایه تر اثر لاندی نیولی یاست او داسی هم بریښی چه بین المللی ټولنه هم د افغانستان له حالاتو سمه نه ده خبره .د لوی څښتن تعالی څخه غواړم چه ډیر ژر په هیواد کی سوله مینځ ته راشی او ټولو مخالفو مسلحو ګروپونو سره په توافق ورسیږو ترڅو د هغوی حضور دولت او هیواد صراط المستقیم ته هدایت کړی٬ او اوسنی د کابل تش شغالی میدان٬ هیواد ته د مرورو طالب او حزبی ورونو په راتګ ډک شی.د دغی ورځی د راتلو په امید. په درناویداکتر صفی اله صاحب زادهکوپنهاګن ډنما� �ک د سپتمبر دیارلسم 2007"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جوزیف بایډن: په ګرجستان کې د ولسواکۍ پلویان یو", "output": "میرویس جلالزی د امریکې م� �ستیال ولسمشر جوزیف بایډن تیره ورځ ګرجستان ته ورسید.نوموړي له ګرجي چارواکو سره د واشنګټن او دغه هیواد په اړیکو خبري وکړي او چارواکو ته یې ډاډ ورکړ چې هیواد به یې په ګرجستان کې له ولسواکۍ او بشري حقونو دفاع کوي خو نه دا چې امریکا په دغه هیواد کې فزیکي حضور ولري.د ګرجستان ولسمشر میخایل ساکاشویلي له بایډن څ خه غوښتنه وکړه چې له جنوبي اوسیتیا سره په ګډه پوله کې د دوي له سرتیرو سره فزیکي مرستې وکړي خو بایډن د اوس لپاره دغه غوښتنه رد کړي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سندره", "output": "څنګه سندره شم شپيلۍ دجانان اوراخستی زړونه لمبې وږي خولګۍ دجانان اور اخستی دوخت درويشه زماديارپه نوم لاس جګ کړه رب ته په هر فرهارکې يوې سلګۍ دجانان اوراخستی دهسک څيښتنه په اوبونه مري يوبل څه وکړه دسيندپه منځ کې مې کيشتۍ دجانان او� �اخستی داوښکوستوري يې په سروکسيوکې وخوټيدل غزل بې موره شوه ځوانۍ دجانان اور اخستی دلته سنګساردی دهنداروغيږله وينوډکه هلته ټپه سوځي کيږدۍ دجانان اوراخستی ميراث زړګيه داوميدپه ځای دې تندر پريوت مسکاپه ځان ژاړي ککۍ دجانان اوراخستی وس به يې څه وړې غضري ديارمشکي ؤربل ته غاټول بې ځانه پرو غوټۍ دجانان اوراخستی ساجر ١٣٨٥/١٠/١٧"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "١٦٢٠ انجوگانې اقتصاد وزارت لغوه اعلان کړې.", "output": "نن دافغانستان داقتصاد وزارت وزیر امین فرهنگ یوې خبري ناستې ته وویل چې وزارت یې له ٢٣٥٥ انجوگانو نه چې پخوا دپلان په وزارت کې ثبت شوې وې ١٦٢٠ انجوگانې په اداري فساد او داچې په ټاکلې موده کې یې دغه وزارت ته اړین اسناد او شواهد ندي سپارلي لغوه اعلان او دکار کولو حق نلري چې لغوه دشویو کې ١٤٩٧ کورنۍ او ١٢٣ انجوگانې بهرنۍ وې. نوموړي دغه راز وویل چې وزارت یې ٤٦٤ انجوگانو ته دکارکولو حق ورکړی او رسمي بڼه لري. نادولتي موسسې له لنډمهالې ادارې وروسته خوره زیاتې شوې وې او د غلا له کبله ورته گڼ شمیر افغانان په اندیښنه کې ول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان دغازو په نل ليکه کې چاودنه شوې .", "output": "خبري رسنيو خبر ورکړ ، دهغه بمى چاودنې له امله چې نن د پاکستان د بلوجستا په ايالت کې رامينځ شوه ددغه هېواد په ختيځه سيمه کې گن شمير ښارونه ، فابريکې او په زرګونه کورونه له غازو څخه بې برخې شوي دي. دغه چاودنه مرګ او ژوبله نه لري . همداشان پرون د کويټې په ٧٠٠ کيلومترى د پيرکوه په سيمه کې دوه تنه چينايي انجينيران او ورسره پاکستاني ډريور يې د ناپيږانده وسله والو په يو بريد کې وژل شوي دي. دغو چينايانو د سمنتو په فابريکه کې کارکوو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان پر غليمانو اروايي ګوزار", "output": "انجنير عبدالله د وږي د اووه ويشتمي د ولايتي شوراګانو او ولسي جرګې لپاره ټولټاكني د افغانستان په تاريخ كي يوه خورا پاموړ او ارزښتمنه پېښه ده، د دغي پېښي په پايله كي د افغانانو استازي د واك مزي پخپلو لاسونو كي اخلي، د واك هغه مزي چي تر پرون پوري د افغان او افغانستان كورنيو او باندنيو غليمانو په مخامخ او نامخامخ توګه په خپلو منګولو كي ښكېل كړي و او داهم رښتيا خبره ده چي د افغانانو له غليمانو څخه د افغانانو استازو ته د واك لېږد د افغان او افغانستان د پټ او ښكاره غليم پر اروا باندي داسي يو ګوزار دى چي كه د لوى الله(ج) خوښه وه نو تر ابده به بيا دغه ناولې اورا د افغانانو او افغانستان په باب د ارام ورځ و نه ويني. زما هغه ورځ په ياد ده چي له بي بي سي راډيو څخه د پاكستان د يوه ديني عالم او مذهبه عالم او مذهبي ډلي له مشر مولانا قاضي حسين احمد له خولې واورېدل چي افغانانو خپل غيرت نه دى بايللى ځكه په افغانستان كي د پرديو، امريكا او فساد پر ضد جهاد كوي، خو كله چي پوښتنه ورځني وشوه چي په پاكستان كي ډېره فحشا او ناروا كېږي، هلته خو هم پټ او ښكاره كفار واكمن دي، پر افغانستان خو د امريكې لومړى ګوزار له پاكستانه وشو. نو ده په ځواب كي وويل چي موږ هم تر پنځوس كلونو زيات وخت كېږي چي د دغه فساد پر ضد مو جهاد روان كړى دى خو موږ د پارلمان له لاري هڅه او كوښښ كوو او دا پارلماني جنګ به مو روان وي تر هغه چي په پاكستان كي يو سوچه اسلامي نظام راولو. په هغه شېبه كي چي مي دغه خبري اورېدلې، هغه د چا خبره پر ككرۍ مي اوربل شو او ومي ويل يا لويه خدايه دا څنګه بندګان دي پيداكړي دي چي د ټولي نړۍ په مخكي ما د مرګ ژوبلي او ورانۍ جهاد ته هڅوي او خپله د پارلمان او سياسي جهاد شعارونه وركوي خو د وږي پر اووه ويشتمي سهار چي مي كله د كندهار ښار په مشرقي ليسه كي تر يوه خېمه لاندي پر چوكۍ يوه ناست كس د شهادت ګوته پر مېز د يوه سپين رنګه بوتل په خوله ننه ايست بيا يې د رايي كارت راسورى كړ، وروسته يې و څنګته بل ناست تن د ولايتي شورا او ولسي جرګې رايي پاڼي د خپل ځانګړي ترتيب له مخي درې قاته كړې او په مهربانه لهجه يې راته وويل چي واخله، وروسته يوه بل تن د يوې كاغذي غرفې شاته ولېږلم، هلته مي د خپل فكر او وجدان په خوښه دوه كانديدان په نښه كړل، راووتم او دغه دوې پاڼي مي دوو پرتو صندوقونو ته ورواچولې، كله چي مي يوه پاڼه په لږ تكليف صندوق ته اچوله، نو د صندوقونو شاته ولاړ مسوول كس همداسي راته كتل، ما ورته وويل چي وروره! كله چي مي هيڅ ډول مرسته نه راسره كوې؟ هغه راته وويل، نه وروره، داستا خپل كار دى، زه بايد مداخله پكښي ونكړم دلته مي شكر وايست او هغه اور چي مي د مولانا صاحب خبرو پر سر بل كړى و، د دغه ورور په خبره او د رايي په وركړه سر مړ شو، دا ځكه چي ما د خپل ټول تاريخ په اوږډو كي دا توان پيداكړ چي پرته د پرديو له اشارې او زور څخه پخپله خوښه د خپل برخليك ټاكني ته ګام واخلم، زړه مي له خوښې باغ_باغ كېدى چي دا دى زه هم د پارلمان څښتن كېږم، او د پارلمان له لاري به له نړۍ او ګاونډيانو سره د سياست او منطق په ژبه ږغېږم، نه د بې مانا او بې ګټي جنګ په ژبه. ما غوندي د ډېرو نورو نر او ښځو پر له پسې اوږډه بهير د افغانانو او سياسي شعور د ويښتابه زېرى وركاوه او د افغانانو پر سپېرو شونډو د خوښيو موسكا د يوه نوي ژوند استازيتوب كاوه او په ټول هيواد كي د ټولټاكنو د بهير پر له پسې خبرونو د پرمختللي، پر خپلو پښو ولاړ، د ګاونډيو او نړۍ له شرموونكي اړتيا او غلامۍ څخه د خلاص افغانستان پيغام درلود، دا سمه ده چي زموږ راتلونكى پارلمان به هغسي نه وي كله زموږ چي ارمان دى، خو دا لومړنى ګام دى، او طبيعي خبره ده چي لومړنى ګام يو څه رېږدېدلى وي او موږ باور لرو چي دويم، ورپسې درېيم ګام به مو تر دې ټينګ او پراخ وي، همداسي به ورو_ ورو زموږ ګران افغانستان د نړۍ د پرمختللو هيوادو سره د سيالۍ په ليكه كي درېږي، دا ځكه چي افغانان هغه بااستعداده خلك دي چي سارى يې ډېر لږ دى، خو تر ننه يې بدمرغي دا وه چي د دوى د استعداد دروزلو او په كار اچولو لپاره چا وخت نه و وركړى، اوس به كه خداى(ج) دوى د سياست پر ډګر چي دا لاره نوره ورته پرانيستې ده خپل د وړتوب ننداره وركوي او افغان ملت به د پوهي له منبره د نجات د آذان ږغ پورته كوي ان شا الله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار والي بډي اخستونکو ته اخطار ورکړ", "output": "پژواک کندهار : دکندهار والي ددې ولايت دولتي کارکوونکي په بډو اخستلو تورن کړل او مخامخ يې ورته وويل چې، دتکرار په صورت کې به له دند و ليري کړای شي او سزا به وويني . دا خبرې دکندهار والي ګل اغا شېرزي دسلواغې په شپږمه نېټه په هغه غونډه کې وکړې چې، دمنډيګک په ماڼۍ کې ددې ولايت ولسوالان ،ر ئيسان او امنيتي چارواکي حا ضر وو. نوموړي وويل . ماته دهرې ادارې درشوت اخيستلو راپورونه راغلي دي او سندونه يې په لاس لرم ،زه تاسو ته اخطار درکوم که مو رشوت پرې نه ښود له دې برسېره چې، له دندو به ګوښه شئ سخته سزا به هم ووينئ .دنوموړې پر وينا ، ډېر مجرمين کله چې، دپوليسو له خوا نيول شوي دي مخکې له دې چې، څارنوالۍ ته وسپارل شي دپيسو په بدل کې خوشې کېږي. هغه تور ولګاوه چې، څارنوالان او قا ضيان هم په دې عمل کې شريک دي او دپيسو په مقابل کې دبند وړ مجرمان خوشې کوي . دکندهارد والي دخبرو پر مهال دولتي کارکوونکي پټه خوله ناست وو او دشېرزي دڅرګندونوپه اړه يې دپژواک خبرى آژانس پوښتنونو ته له ځواب ورکولو ډډه کوله. درشوت اخيستلو په اړه له شېرزي سره ددې ولايت دڅېرمو ولايتونو يو شمېر کسان هم ، يوغږي دي .دکندهار ولايت دشپږمې نا حيې اوسېدونکى ٤٥ کلن عبدالقادر وايي .په دولتي ادارو کې درشوت اندازه دومره زياته شوې ده چې، ديوه ډېر عادي کار پر سر هم دشېرينۍ په نامه زرګونه افغانۍ اخيستل کېږي .دزابل ولايت دشاجوى ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ادريس چې، ايران ته تګ لپاره يې پاسپورټ جوړاوه اوپر وينا يې دکندهار په قوماندانې کې ترې درشوت غوښتنه شوې وه ، پژواک ته وويل : (( پاسپورټ جوړ او تيار دى په بانک کې مې ١١٥٠ روپۍ داخلې کړې دي اوس دلته دپاسپورټ مامورين وايي چې، ١٥٠٠افغانۍ شيريني راوړه که يې نه راوړې نو پاسپورټ به دې دوې اونۍ نور هم وخت واخلي ځکه چې، بيروبار زيات دى وخت نشته.)) ديادولووړده چې، دکندهار په دولتي ادارو کې پر رشوت اخيستلو پخواني والي انجنير يوسف پښتون هم اعتراف کړى وو. نوموړي هغه مهال پژواک ته ويلي و : .(( زما په اداره کې په١٠٠ تنو کې ٨٠ کسان ر شوت اخلي .))هغه مهال نوموړى درشوت پر بندولو نه و توانېدلى ، اوس خلک دې ته انتظار باسي چې، نوى والي ګل اغا شېرزي به په دې کار وتوانېږي او که نه ؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل: د کورنیو چارو وزارت سرک د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شو", "output": "میرویس جلالزی د کورنیو چارو وزارت مخې ته غزیدلی واټ چې له تیر یوه کال را پدې خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوی وو، نن په رسم ي توګه پرانیستل شو. دغه سرک وروسته تر هغه وتړل شو چې دغلته د هند په سفارت د موټر بم چاودنه وشوه او پکې په � �سګونو ولسي افغانان، یو شمیر هندي دیپلوماتان او پوځي کسان مړه او ژوبل شول. د کورنیو چارو وزارت ته له � �سیدو سره سم ښاغلي حنیف اتمر ژمنه کړي وه چې د کابل ټول واټونه به له خنډونو پاک کړي. دغه سرک چې د کورنیو چارو وزارت مخې ته تیر شوی د صدرات له څلورلاري څخه بیا د قوای مرکز تر واټ پوري د ولسي افغانانو د موټرو پر مخ تړل شوی وو خو یوازي هغو موټرو به پرې تګ راتګ کاوه چې مخصوص کارتونه به یې درلودل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهارښاروال صاحب ! كوردي ودان", "output": "له څوورځوراهيسي دعمرجامع پرخواباندي نه وم ورغلى ،نن دراډيويي پروګرام د مركې لپاره پردغه جامع وربرابرسوم . ددې جامع په ليدلوحيران ځكه سوم چي شاوخوايې سمه دمه پاكه خواپاكه سوې وه ،لوستونكوته دي ياده وي چي مخكي به ددې جامع شاو خوابيلابيلودوكانونونيولې وه ،له م ستريخانوڅخه نيولې تراوړوپلورونكوپوري ټول پردغي جامع باندي راټول سوي وو. په دغو دوكاندارانوكي يوشمي� �خوګرسره په جامع ورننوتلي اودځان لپاره يې ښه سم دوكانونه پكښي جوړكړي وواوښه په اخلاص يې قبضه پركړې وه هغه دچاخبره له ځانه يې دوكان سالاران جوړي كړي ووخونن چي مي دكندهارښاروالى په امر ټول نړېدلي دوكانونه وليدل باوروكړى ډېرپه خوشحال سوم ځكه مسجدونه اوجامع ګاني دمسلمانانودعبادت لپاره هغه سپېڅلي ځايونه دي چي بايد نه يوازي جوړبلكي خواپاكي هم وساتل سي خوزه نه پوهيږم چي څنګه دادونده عمريعني پوره شپږكاله زموږ يوشمير دوكاندارانو وروڼوله دغه الهي كورڅخه دماركيټ كاراخيستى ؟؟ داسمه ده چي ددغي جامع كاردطالبانودحكومت پرم هال راپيل سوى اود(عمري جامع) په نامه سره نومول سوې وه لاكن كه حكومت يې دجوړولوكارپه ټپه درولى ؤعام اولس ته خونه ښاييدل چي له دغه پاك ځاى څخه يې دګټي وټي ځاى جوړكړى واى !،كه څه هم دنوي ادارې په راتلوسره يي بي� �ابيلوكسانودجوړېدوژمنه وكړه خو لكه دنورو ژمنوغوندي داژمني هم پرخپل ځاى همداسي پاته سوې ،زماپه انددپاته كيدوپه ډيروعلتوكي يې ښايي يوعلت به همدغه ؤچي شاوخوايې ټوله په يوه سوداګريزماركيټ بدله سوې وه اوڅوك نه پوهيدى چي له كومه سره يې كارراپيل كړي؟ دكندهارښاروال ښاغلي غلام حيدرخان (حميدي)دي كورودان وي چي دخداى (ج) دكوروپاك ساتلواوژغولوته يې پام سو،دغه پام يې نه يوازي دخداى پاك دخوښي سبب ګرځي بلكي دښارزړه يې هم له يوشم يرغيري قانوني دوكانونوڅخه پاك كړ اوتركوم ځايه چي موږته څرګنده ده دمسجدونوسرپرستنه دحج اوقافورياست دنده ده خوداچي دكندهارښاروالى دغه نيك قدم ترهر چا مخكي پورته كړى دى، ټول كندهاريان يې مننه اوملاتړكوي ،خداى (ج)دي وكړي چي كندهارښاروال ښاغلى ( حميدي)همداډول نوروكارونوته هم پاملرنه وكړي خوپاته دي نه وي چي په دي لاركي دكندهارښاريانومرسته هم اړينه ده ځكه يوازي ښاروال لكه څنګه چي په كارده څه نه سي كولاى . نوموږ يوځل بياكندهارښاروال ښاغلي غلام حيدرخان (حميدي )ته كورودانى وايو اود كندهارښارته دده اوسنۍهلي ځلي په لوى زړه ستايو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له درغيلوسره سره سره انتخابات منم", "output": "دجمهوري رېاست لپاره کانديد يونس قانوني درايه اچولو پرمهال ددرغليو خبره صرف نظر کړه. نوموړي پر ١٩ دميزان دهغو کانديدانو په ډله کې وه چې داريه اچولو پر مهال يې دانيوکي درلودي چې ګواکي په ځانګړي ډول ديوه کانديد لپاره پټ کمپاين روان وه.اوددوى په وينا بايد داپرسه بياد څه وخت لپاره وځنډول شي . خو تېره ورځ يونس قانوني دفرانسي خبري اژانس سره په مرکه کې درايه اچولو پر مهال ددرغليو خبره واخيسته دنوموړي په وينا له ټګيو برګيو سره سره چې دده له قوله درايه اچول پر مهال شوي دي خو بيا هم دټاکنو نتيجې منم ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جهاد او شيطاني کړنلاره دوه بېل عملونه دي", "output": "د احساساتو په لباس کښي غو� �ېدونکي ليدونکوته !په دې ټوله جهان پوهېږي چي د حق او نا حق عمل څه ته وايي ځکه نن هغه دور نه دى چي د بيج� �و او مردکو په لوبو سره ماشومان د ژوند برخه شاته پرېږدي راډيو، د ټولو کليو او بانډو په لوړو او کښتو کښي خپل اۤواز د خلکو غوږونو ته رسوي، د کليو څخه ټول ژوند د ښهرونو لورته هڅول شوى دى خود قرآن څخه بې خبري يو عمومي � �واج دى خو د سياست په لورخوځېدنه د ژوند داساساتومهم رکن ګرځېدلى دى ، د تجارت او پيسو لورته تمايل د ډېرو انسانانو انساني ضمير وژلى دى ، او د دنيوي متاع په مقابله کښي د ايمان پلورل د نن ورځي په سياسي ډګر کښي د چ� �ند برخه ده، د وطن دوستى احساس، دناموس او غيرت علامې د نن ورځي په بنيادى ريفورم کښي د وعدو او تحايفو په � �بولى سره د هغه ماسک اغوستي په نامه مسلمان دنده جوړه شوې ده چي نن ورځ يې اکثره خلک د خپل رهبر په حيث پېژني زم وږ پښتنو په ماحول کښي يو متل دى چي وايي (( مرغان هغه کښېني چي بڼي يې سره ورته وي )) ځکه هيڅکله ټپوس د کفتري يا باز د کارګانو سره نه کښېني.هغه کسان چي د علمي دنېا په انګړ کښي د خپل ژوند تګلاره نه جوړوي او يا هم اسلامي تګلاره د جهاد په پلوشوکښي د قرآن پاک د آياتونو او رسول الله (ص ) په دائيمي عملکرد سره نه پېژني څنګه کولاى � �ي د اسلام پاک دين ته د خدمت مصدر وګرځي او يا هم خپل ځان د دوږخ له اوره وساتي ؟هغه کسان چي د پرديو په لم سون د وطن او اسلام په معنا نه پوهېږي او يا هم د جهاد کلمه يې يوازي د غوږونو په اورېدلو سره زده کړې وي کله د قرآن لوستلو او نبوي احاديثوته خپله توجه ګرځوي.هغه کسان چي د سياسي چال چلندونو په وجود کښي د غير اسلامي قوانينو تګلاره دبېعلمه انسانانو په ملګرتوب موخي ته بيايي کله د ايمان خاوندان ګ� �ځېدلاى شي.هغه کسان چي د پيسو په مقابل کښي د جنګ تګلاره خوښوي آيا د اسلام مدافعين دي ؟هغه کسان چي دبيت المال نه غلا کوي او يا هم دحرامو په لاس ته راوړلو سره د خپل ژوند معاشي جوړوي د اسلام م جاهدين ګڼل کېږي ؟هغه کسان چي د خپل قدرت د ساتلو دپاره د کفر سره د دوستى تړون لاس ليک کوي د مسلمان په نوم پېژندلاى شو؟هغه کسان چي د کفر په مالي مرسته د مسلمانانو په مينځ کښي د تفرقې او وحشت لاري خپروي د اسلام د ساتلو او وطن ته د خدمت کولو په نوم لقب د مجاهد ايښودلاى شو؟هغه کسان چي د غير اسلامي حرکاتو په وجود کښي د حق په عوض د ناحق لوري ته ترجيح ورکوي او د الهي ارشاداتو معنا د تغير په ورکولو سره د خپل لوري په ګټه پرېږ دي ورته د قاضي او يا بل نوم په ورکولو سره شهادت و وايو؟په همدې ډول په سل هاو نور سوالو نه ټوله انسانان دېته هڅوي چي د علم په حاصلېدلو سره د قرآني ارشاداتو د خپرولو لورخپله کړي ځکه په قرآن کښي داسي م وضوع نشته چي هغه دي د دنيوي امورو په حق کښي غوړېدلې وي خو په قرآن کښي دي نه وي. ولولى (( و نزلنا عليک ا� �کتب تبينا لکل شى ء (٨٩ النحل )) ترجمه : او نازل کړيدى موږ پرتاباندي کتاب ( اې محمده! )چي بيان شوى دى په دې قرآن کښي د هري موضوع په هکله . ولولى (( ولقد يسرنا القرآن للذکر فهل ممدکر ( ١٧ القمر )) ترجمه: په تحقيق موږ آسانه ګرځولى دى د فهم له رويه همدا قرآن آيا څوک شته چي ددې قرآن څخه پند واخلي .ګرانه طالب العلم زلميه !هر انسان ته دا خبره ضرور د پوهېدلو ځاى لري چي په بې علمى سره د کار انجام خراب وي.هر انسان ته دا خبره د پوهېدلوځاى لري چي د هرفاجراو فاسق په عملونوکښي د اسلام معنا او قانون و نه ويني.هر انسان ته داخبره د پوهېدلو ځاى لري چي قرآن الهي کلام دى هيڅ کوږوالى په کښې نشته کوم غير اخلاقي او غير انساني کړن� �اره چي د عمل په ډګر کښي پياده کېږي هغه د انسان خپله وجيبه ده موږ نه بايد هغه مردوده لاره د قرآن په تشبيه کښي و وينو. هر انسان ته دا خبره د زده کولو حق دى چي مدني قانون او الهي قانون دوې بېلي لاري دي.موږ د م دني قانون په تغيراتو او تبدلا تو کښي لوى لاس لرو خو د الهي قانون په موخه کښي هيڅ مخلوق د دخالت حق نه لري او دا حق پيغمبرانو ته هم نه دى ورکړل شوى بيا نو تاسو څنګه ويلي چي زه د جهاد څخه تېرشوم؟ تاسوپه دې پوه شوي وى چي په وطن کښي د جهاد لړۍ روانه ده آيا په دې نه وى پوه شوي چي جهاد وايي څه ته او په کومه طريقه س� �ه د جهاد لورى ساتل کېږي؟تاسو خپله د مدرسې د انګړ څخه د جهادلورته و هڅول شوى آيا تاسو په مدرسه کښي قرآن نه و لوستى او د وخت ملا ئيانو تاسو ته د جهادپه هکله مقررات و آياتونه نه وه لوستي ؟ که تاسو قرآن لوستى او ايمان پرې درلودلى و بيا دجهاد په تطبيق کښي ولي پاتي راغلى ځکه جهاد دالله پاک د رضا د ګټلو په خاطر سرته رسېږ ي نه د اشخاصو د خوښى په خاطر؟آيا تاسو د نبوي شريعت دا لارښوونه چي دشريعت تطبيق په هر مسلمان نر او ښځي � �ازم دى نه پوهېدلاست ؟ که چيري د اسلام د لاري مطابعت لرى بيا د نااهلو په تګ لاره باندي ولي د اسلام نوم ايږدى او په کوم دليل داسي څرګندوى چي د جهاد نه وېزاره يي دا خبره خو په دې معنا سره څرګندېږي چي تاسو د اس� �ام له دين څخه اوښتي يي او په ډاګه انکار کوى.موږ د داسي ناندرو شاهدان يو چي د کفر لوري ته د قبلېدلو دپاره د اسلامي عقيدې په ضد تبليغاتو ته موخه شوېده ښه مثال يې د پنجشيري په نوم عبدالرحمن چي اوس د مايکل � �قب لري په همدې بهانه ايټاليا ته ولاړ د مزار شريف د ټاټوبي ژور نالست کام بخش او د کابل د لوى څارنوالي دثابت پخوانى وياندوي غوث زلمى ټولو په دې خبره اکتفاء درلودل چي د خپل کېس د برابرولو دپاره يوه طريقه وسنجوي دا چي نن ورځ عيسوى رژيم د خپلو همسنګرو شاته ولاړ دى نوښه تره بهانه همداد اسلام د دين په ضد تبليغات دي چي غوښتونکي يې خپل ځانته غوره کوي د هزاره ګانو د جناياتو له موخي پرده پورته کونکي � �وبغاړي د فلم په ښودلو سره نن د آستراليا په غېږ کښي پروت دى او تاسو هم دا درخواست کړيدى چي څوک تاسو سپو� �ټ کړي. آيا تاسو دالله پاک څخه نه وېرېږى بلکه د خلکو څخه وېرېږى دا ستاسو د مدرسې څخه زده کړه ده؟کله چي تاسو توپک په اوږه کړ فخر و اوس شرم دى؟مهرباني وکړى داسلام په ضد تبليغات د خپله موخه ليري کړى د کفر دم مالکو دروازې خلاصي دي کولاى شى په بله بهانه سره خپل ځانته کيس جوړ کړى په هدې ډول د ټولو په نامه مسلم انانوڅخه دا غوښتنه لرم چي د خپلو شرم ناکه عملونو په وجود کښي د اسلام نوم مه ګډوى اسلامي مبارزه دالله دپاره او د هغه څخه د وېري په خاطر وه ، ده او وي به . د پيسو، چوکۍ او عزت غوښتني ناوياني هيڅکله د نا� �ينه و په مقابله کښي استقامت نه لري هغوى چي د وطن بوټي ، ثروت،عزت، ناموس او د شهيدانو په وينو کښي خپل ځانته بلډنګان جوړ کړه ډېر ژر به دهغوى د غاړي زولنې شي او د دوږخ د اور هارونه .تاسو غوندي ځوانانو ته زموږ درخواست دادى چي دپوره شعور، علم او زده کړي په اساس د اسلام دين ته داخل شى او پرېږدى هغه کسان چي د يهودو او نصاراو ولمني ته يې خپلي سترګي نيولي دي هغوى يې تغذيه کوي او هغوى يې پوهوي . موږ پښتانه م سلمانان يو چي د اسلام د دين تر ظهور مخکښي هم د حق په پلوى د خپلو پلرونو شهادت وايو ځکه الحمدلله تر نن پوري زموږ د خالپوڅي په پاکه خاوره کښي د بت پرستانو ، آتش پرستانو او لمر پرستانو هيڅ نوع نښي نښانې نشته که اوس د پردو په لمسون را پيدا کېږي په دې معنا نه دي چي د دې ځاى اوسېدونکي مړه شوي دي اسلام ژوندى دى ، موږ ژوندي يو او زموږ تاريخ ژوندى دى د شيطانانو ټولي دسيسې انشآء الله رسواکېږي او پر ګونډو کېږي دا دالله پاک وعده ده د مسلمانانو سره د پښتنو په همت کښي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شپه، ته او سمندر", "output": "شپه په سمندر کې سپوږمۍ وناڅي راشي ځان په هر څپه وویشي شپه په سمندر کې چوپتیا هومره ده باد ته ستا د زلفو نڅا اورمه شپه په سمندر کې دومره پاکه ده سترګو کې دې رنګ د څپو وینمه ستا په سپینو مټو د سپوږمۍ رڼا وښوییږي پر یو ځي د اوبو په م خ سپینې بتې ځان څنډي له ستورو نه لویې څپې راشي هوا یخه کړي واخله زما کوټ پر اوږو واچوه زه به دې پر ملا باندې یو لاس کیږدم لرې د افق کنارې وګوره وریځې د نقرې په شانې رنګ لري شپه په سمندر کې سپوږمۍ کرښې شي څه د څپو څنډ وته ځلا ورکړي څه دا ستا پر مخ د رڼا خط جوړ کړي څه دې په تندي او څ ه په غاړه کې سیوري سره ګډې شي قیامت جوړ کړي شپه په سمندر کې چوپتیا ډیره وي باد چې هرڅه وایي زه یې اورمه دوه ستوري ځلیږي ستا په سترګو کې زه ستا د فکرونو سلسله لولم بس یوازې زه او زما خدای خبر ویره، پریشاني او خوشالي چې ټول ستا څېره کې یوځای شي وژل کوي دومره لوی جهان کې تنها زه خبر ستا څېره، سپوږمۍ او څپې څنګه وي دومره لوی جهان کې تنها زه خبر شپه په سمندر کې ښکلا چېرې وي دومره لوی جهان کې تنها زه خبر سترګې د جانان د ستورو څه کیږي دومره لوی جهان کې تنها زه خبر بتې د جانان د مټو څه کیږي ۲۴ تله ۱۳۸۵"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دشهيد(روحاني)له كورنۍسره دغمرازۍپيغام", "output": "دارواښادعبدالصمد(روحاني)دشهادت خبرموپه داسي حال كي واوريدچي هيڅ فكرمونه كاوه ،ځكه خداى بخښلى (روحاني)په سيمه كي يوله هغوژورناليستانوڅخه ؤچي تل به يې دژورناليزم دټولواصولودپه پام كي نيولوسره خبرونه اوراپورونه خپرول . په كندهاركي (افغان ازاده راډيو) او(هڅه اونيزه )خپل ځانونه دعبدالصمد(روحاني)له كورنۍسره په دې لوى غم كي شريك بولي اوخپله روحاني ته دفردوس جنت جګي ماڼۍغواړي . خودده قاتلان بايدپوه سي چي دمرحوم روحاني په وژنه هيڅكله دبيان ازادي نه يوازي چي غلې كيداى نه سي بلكي لابه ورځ تربلي وده كوي اودده ټول ملګري اوهمسلك كسان به دخپل مسلك اود(روحاني) دپاك روح دخوښۍپه هيله لاهم قلمونه ګړندي كړي ترڅود(روحاني) غوندي دپاكوشهيدانوارمانونه په ښه ډول سرته ورسيږي اوددښمنانو توري څېرې يې لاهم نړيوالوته ښه رسواسي .موږيوځل بيادخداى بخښلي عبدالصمد(روحاني) كورنۍته دجم يل صبرغوښتنه كوو اوددغه قلمي اتل پاكي ارواح ته دعقيدت ګلونه وړاندي كوو. په ټول هيوادكي دبيان دازادۍدلا� �يري غوړيدا اوپرمختګ په هيله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فریاد", "output": "فریاد په مالیوني چې زمانې خندلوه ظالمه یاره تا راته کت� � بیا راغله درقیب څپیړه په مخخوښه ستاوه په مادکاڼو ویشتل ما وېل له زړه نه یی راته ګ� �انهتا دښمن غوندې راته جوړ کړ مورچل ما وېل عاجزي لویه پاچاهيخوستا کبروغرور چیرې دا من� � ما وې صبر شه (ولي)نور وس نشتهفریاد به کړو په همدې شعر و غزل ولی الله ځدراڼ ـــــ م یسور/هند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان ولسمشر بغلا ن ته لاړ", "output": "افغان ولسمشر حامد کرزي چې د کابينې يو شمير وزيران او په افغانستان کې د چين سفير يې ملګرتيا کوي نن د بغلان په لور وخوځيد .ټاکل شوې ده ،کرزي د پلخمرى -شيرخان بندر سړک چې ١٤٦کيلومتره اږدوالى لري ، پرانيستنه وکړي .نوموړۍ به د خپل سفر په ترځ کې ددغه ولايت چارې ا وولسى ستونزې له چارواکو او قومى مشرانو څخه له نږدې واوري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هسپانیا: موټر بم چاودنې ۴۶ تنه ژوبل کړل", "output": "میرویس جلالزی نن سهار دوخته د هسپانیې د شمالې ښار برګوس په دننه کې د پولیسو له یو مرکز دباندي د موټر بم چاودنه وشوه. پولیس وایې چې په دغه پیښه کې ۴۶ تنه ژوبل شوي دي. ویل کیږي چې د چاودنې پر مهال د پولیسو د مرکز یوه برخه ړنګه شوي چې په ژوبل شویو کسانو کې ډیری پولیس سرتیري شامل دي. ویل کیږي چې دغه چاودنه د باسک بیلتون غوښتونکي ډلي تر سره کړي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزی صایب له دې پریکړې دې ځارشم خو...", "output": "کرزی صایب له دې پریکړې دې ځارشم خو... د (م.ع.ی) لیکنهپه همدې اونۍکې دافغانستان جمهوررئس دیوې بېساري پریکړې له مخې دترانسپورت اوهوايي چلندوزیرحم یدالله قادري له دندې ګوښه اوپه اړونده چاروکې دغفلت له امله یې څارنوالۍ ته و� �پېژانده. ویل شوي، ښاغلي قادري تورن دی چې ویې نه � �وکړای پرخپل وخت حاجیان بیت الله شریف ته ولېږل. داسمه ده چې جمهوررئس حق لري دخپلوهېوادوا� �وستونزولرې کولوپه موخه هرقانوني اقدام وکړي. خوپه دې ځای کې ځینې کتنې شته چې په پام کې نیول یې اړین ښکاري. داچې دبیت الله شریف زیارت کوونکي باید پرخپل وخت هوري ځان ورسوي داددوی حق دی پردې یې زموږ کارنه شته خوکه څوک راته په غصه نه شي نوکه زه ددوی پرځای وای نودلرې حج پرځای به مې نږدې حج کړی وی اوهغه داچې دحج پیسې به مې پرخوانواوغریبانوویشلې وی. درپوټونوله مخې سږ کال له افغانستان څخه شاوخوادیرش زره کسان بیت الله ش� �یف ته ځي، داپه داسې حال کې ده چې میلیونونه انسانان همدااوس لوږه ګواښوي اوداسې اندېښنې هم شته په راروان ژمي کې که پروخت زیان منونکوسیموته مرستې ورونه رسېږي، شاوخواپنځه میلیونه انسانان به له لوږې مړه شي. دهرحاجي لګښت درې زره ډالرخوپه منځنۍ توګه بایدلږترلږه زرډالرنورهم مصرف کړي چې داشودحج ټول لګښت څلورزره امریکايي � �الر. په دې توګه دټولوحاجیانولګښت سږکال یوسل وشل میلیونه ډالرکېږي چې په دغوپیسولږترلږه دیومیلون وږو کسانوګېډې ډکېدی شي. زه خوملانه یم خودومره پوهېږم چې ښايي ددې صواب به له حج څخه کم نه وي. خوکه راشودې ته چې ښاغلي کرزي خودترانسپورت وزیربیت الله شریف ته دحاجیانوپه لېږلوکې دتبلۍ له امله له کاره لرې او څارنوالۍ ته ووروپېژانده ، زه یوځل بیاهم وایم چې دادده حق دی چې له خپلووزیرانودپروخت کارغوښتنه وکړي خودغه غوښتنه دټولوله پاره همداډول ده که نورڅه هم شته؟ دبیلګې په توګه دانرژۍ اواوبووزیرپه توګه چې کله محمداسماعیل وټاکل شونوله خلکوسره یې ژمنه وکړه چې په څلویښتوورځو کې به کابل ښارته بریښناورسوي نواوس له هغې زمانې څخه دادی نږدې پنځه کاله تېرېږي خودکابل ښاربريښناحالت څه ډول دی؟ دغه راز، ښاغلي اسماعیل له د� �ې کالوراهېسې څوڅوځله ژمنه کړې چې یوکال وروسته، اته میاشتې وروسته ا ولس میاشتې وروسته ...وروسته به له ازبکستان اوتاجکستان څخه بریښنا کابل ته راولېږدوي خوکله چې دژمنې نیټه رانږدې شي ، ښاغلی اسماعیل بیاخپله ژمنه اوږده کړي، په داسې حال کې چې درپوټونوله مخې تراوسه پربریښنا میلیاردونه ډالرلګېدلي دي. دغه راز، ښاغلي اسماعیل له ایران څخه زاړه جنراتورونه کابل ته راوړل اواوس له کاره لوېدلی دي چې پردغه خوارولس تاوان شول. نواوس دې کرزی صاحب مهرباني وکړي اسماعیل خان دې هم څارنوالۍ ته وروپېژني که نروي؟ کرزی صاحب دې مه� �باني وکړي دترانسپورت دوه وزیران چې دواړه دایران پلوه له شریف اونازولي قوم هزاره ووڅخه وو او دسلګونوم یلیونوډالروبډواودرغلیوتورپرې لګېدلی اوهم دآریاناافغان هوایي شرکت رئس نادرآتش چې ښه په نره یې شپیته م یلیونه ډالرګړوت کړل ، هم څارنوالۍ ته وروپېژني. همداډول، دولسي جرګې رئس محمد یونس قانوني چې کله دپوهنې وزی� �ؤ، میلیونونه ډالریې نوش جان کړي او دوسیه یې دښاغلي کرزي دمیزپرسریاهم دمیز په کومه جبهه کې به وي ، لوی څارنوالۍ ته وروپېژني . مولانامارشال دې هم چې دښاري پراختیاوزیرانجنیریوسف پښتون په ویناددولتي م ځکوپه غصب کې لاس لري، لوی څارنوالۍ ته وروپېژني. دترانسپورت اوهوايي چلندوزیرقاتلان چې کرزي صاحب یې نومونه هماغه وخت یادکړي وو اوده ته ښه مالوم دي، څارنوالۍ ته راکش کړي. که لرې لاړ نه شونوبیادې په ښارکې دشنوشنوشیشه یي لوړ پوړوودانیوله خاندوانوڅخه چې ډېر یې دشمالي غارتګرې ټلوالې سرلاري دي داپوښتنه وکړي چې دهغوپیسې یې له کومه کړي ؟ هغوی دې څارنوالۍ ته وروپېژني. دغه راز، دجمعیت نوې فا� �یستي ډلې له مشربرهان الدین رباني څخه دې پوښتنه وکړي چې دافغانستان دولت په نوم یې په داسې حال کې چې دجمهوري � �یاست څوکۍ یې په شاپسې تړلې اوپه کولیاب کې یې بستره اچولې وه اوزرګونه میلیارده افغانۍیې په مسکوکې چاپ چې بیایې په د الروبدلې اوبهرني بانکونه پرې ډک کړي اودادی اوس داوسني دولت پرخلاف جبهې پرې جوړي اوپه چلوټیوبوخت دی، هغه دې څارنوالۍ ته وروپېژني. همداډول، نورې افغان دښمنه اوایران پلوه ډلې چې ایران پرپیسوسلګونه چاپي ، غږېځې اوانځوریځې رسنۍ چلوي اوپه پښتنوپسې سپکې سپورې وايي چې ښه بیلګه یې دشیخ آصف اومحقق ...تلویزیوني چینلونه دي اومحسني خو دخوشالخان لیسې مځکه غصب اوښه په نره یې دایران جاسوسي ځاله پکې جوړه کړې چې ددې خبرې ثبوت دولسي ج� �ګې غړي نجیب الله کابلي هم وړاندې کړی، کرزی دې هغه څارنوالۍته وروپېژني که رښتیاپښتنې مورزېږولی وي؟ دې ته ورته نورې سلګونه بیلګې شته خوکرزی صاحب یې په اړه چوپه خوله ناست دی. داپه دې مانانه ده چې زه دښاغلي قادري دفاع کووم داځکه چې هغه به هم ملایکه نه وي اوباید دخپلوکړنوځواب ووايي، خوپوښتنه داده چې دانورولې سرې سترګې ګرځي اوکه دکرزي زور یوازې په پښتنوبردی اودانور ترې معاف دي. نوځکه خوبایدووایم چې کرزی صاحب له دغې پ� �یکړې خودې ځارشم خوکاشکې ددې نوروپه هکله هم همدومره په زغرده ګام پورته کړې !!!!؟؟؟؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان ملي دريځ ګوند اعلاميه ،", "output": "بسم الله الرحمن الرحيم08/07/2008 په افغانستان کې نړيوال پوځي ځواک او د هغو وسله والو ميرڅمنو دبې باکه، بې مسؤليته ،جګړېزو ،ترهګريو ،وژونکو کړنو له کبله هره ورځ په لسګونو بې وزله افغانان چې ډيرۍ ئې ښځې ،ماشومان او ولسي وګړی دي وژل کيږي، دبدام نيو،ناخوالو،ربړو،اوهمداشان دهېواد،دراتلونکې په اړه دپوښتنو لړۍ نوره هم او ږده شوي ، دلته په ځانګړي توګه د نورستان ولايت پر ولسي وګړو، دننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې دواده پر ګډونوالو بې رحمانه بمبارد اوپه کابل کې د هندوستان په سفارت دځانمرګي بريد چې نږدې دوه سوه انسانان ئې ژوبل،زخمي او ووژل ، په کلکه غندنه کوو،ا وناروائې ګڼو ٠دنړېوال پوځي ځواک نوموړې ظالمانه بمبارد په ځانګړي توګه دپوښتنې وړده،ځکه دوی چې د پرمختللې تکنالوژي لرلوسره ددوست اودښمن، د ملکې اونظامي توپير نشي کولې،نو د طالب کم لوستي اونالوستي ترهګر به څ نګه دسم اوناسم توپير وکړي٠خودا خبره دځان وژنکوترهګرودمشروعيت معني نه لري، عظيم الشان قران په صراحت اووضاحت ځان وژنه منع کړې ده چې دنسا سوره(٢٩ايت) کې داسې څرګندوي (ولا تقتلو انفسکم ان الله کان بکم رحيما) ترجم ه؛ځانونه مه وژنۍ خدای پر تاسې مهربان دی٠په دې توګه موږ له ښکيلو اړخونودجګړې بنديدل اودښکاره او مسؤ� �انهخبرو پېل غواړو،همدا ډول له اروپا ميشتوهغو افغانانوچې دافغاني غيرت او ويښ وجدان خاوندان دي اوپه ځانګړي توګه دسياسي کړيو اوټولنيزو سازمانوله مشرانو غواړو چې په افغانستان کې دظلم دغندنې اومخنيوي ، دسولې اوثبات لپاره د کار، اروپائي جرګه جوړه کړي ،چې لږترلږه داروپا له سوله ايزه امکاناتودربړيدلې اومظلوم افغانستان په ګټه ګډ ګام پورته کړ و٠زمونږپه فکرپه اروپاکې دافغانانوله لوري نظريات،شننې،ارزونې اونيوکې په کافي اندازه خپرې شوي،نوځکه ددې مهال کلکه غوښتنه او اړتياد اروپا ميشتو افغانانو مشخص سوله ايز اوموئثرا� �دامات ګڼو، د ملي دريځ ګوند د مشرتابه هيئت په درناوي سره په دې اړه د هېواد،هرهغه سياسي،اجتماعي سازمان اوشخصيت ته چې دسولې لپاره دګډ کار ليوالتيا لري دخبرو او اړيکو ټينګولو بلنه ورکوي٠له موږ سره په لاندې بريښنا ليک او تليفون شمېره اړيکه ټنګولی شي٠په درناوي Tel: 0208 204 3787Mob: 07745428152Email: meleydareez@hotmail.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خوست - غلام خان ترمينځ دسړک پخولو کار پيل شو", "output": "د يکشنبې په ورځ د يو لړ مراسمو په ترځ کې چې د ګربزو په ولسوالى کې جوړ شوي وو، د خوست - غلام خان ترمينځ د سرحدى سړک پخولو بنسټيز کار پيل شو . دغه سړک ٣٠ کيلومتره اوږدوالى لري چې د جوړولو چارې به يې د راتلونکى کال تر پايه پورې بشپړې شي . د دغه سړک په جوړولو ٤ اعشاريه ٣ ميليون ډالره لګښت راځي چې د نړيوال ائيتلافى ځواکونو له خواورکول کيږي .په تيرو دريو لسيزو کې د افغانستان لويې لارې او سړکونه ترډيره بريده وران او ويجاړ شوي دي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي د څلور کلنې واکمنۍ په ترځ کې د کابل -قندهار او قندهار سپين بولدک سړکونه له سره جوړ او دکابل - تورخم د لويې لارې د جوړيدو کار د بشپړيدو په حال کې دى .دسالنګ د لويې لارې په ګډون د هېواد په نورو سيمو کې هم يو شمير سړکونه له سره جوړ او رغول شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اسرائيلو په کابينه کې بدلون راغلۍ .", "output": "پر داسې مهال چې د اسرائيلو لومړۍ وزير اريل شارون لا د مرګ او ژوند پر پوله په روغتون کې پروت دى ، ٤٧ کلنه وکيله ميرمن زيپي ليوني د بهرنيو چارو وزيره و ټاکل شوه . له دې سره درى نور وزيران هم د اسرائيلو په کابينه کې ټاکل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وسله والوپه فيليپين کې دماشومانويوه ډله برمته کړې", "output": "د پوليسو په وينا دوه وسله والو کسانو لږ تر لږه ٣٢ تنه ماشومان او دوه ښوونکي په يوه بس کې د دغه هېواد پلازمېنې مانيلا ته نږدې برمته نيولي دي. د پوليسو ځانګړي ځواکونو بس محاصره کړى دى او له دغو کسانو سره د خبرو اترو په حال کې دي. ټلويزيوني تصويرونو هغو ماشومانو چې د شيشې له شانه لاسونه ښورول ښودل. د رپوټونو له مخې برمته نيوونکې په وسلو او لاسي بمونو سمبال دي او له مخکې هم د پوليسو تر څار لاندې و. ويل کېږي چې هغوى د هغو پيغامونو په وسيله چې د ټوکرو پر مخ يې ليکې د خبرو اترو په حال کې دي. هغوى ليکلي دي چې يوه برمته نيوونکي چې ٧ ګولۍ او دوه لاسي بمونه لري او د يوې ډلې ماشومانو چې هويت يې څرګند نه دى د رايګانه زده کړې او د اوسېدو غوښتنه کړې ده. د پلازمېنې د پوليسو مشر جنرال رينالدو واريلا يوه سيمه ييز راډيو ته ويلي دي چې هيله من يم وکړاى شم برمته نيوونکي قانع کړم. زه امر لرم چې ډاډمن شم چې څوک زيان نه ويني."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان دسرحدونو ۳ نوي امنیتي تړونونه لاسلیک شول", "output": "میرویس جلالزی : دا تړونونه تیره ورځ د قطر په پلازمینه دوهه کښي د افغان پلاوي جرمني ملگرو ملتو او دنړۍ د 26 هیوادو تر منځ د افغانستان له گاونډیو هیوادو سره لاسلیک شول .ویل شوی دا دوه ورځنۍ غونډه تیره ورځ پای ته ورسیده . له افغان لوري د سرحدونو د ساتني د پولیسو مشر په دې غونډه کښي گډون کړی وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن په ټول افغانستان کی د ماشومانو د گوزڼ ضد کمپاین پيل شو", "output": "نن په درست افغانستان کې د ماشومانو د گوزڼ پر وړاندي د مبارېی کمپاین پیل شو .د چارواکو په حواله چې په دې دری ورځني کمپاین کې به لږ تر � �ږه 7 نیم ملیونه هغه ماشومان چې عمرونه ېې تر 5 کلونو کم دي واکسن شي .د عامی روغتیا وزارت سلاکار داکتر عبدالله فهیم وايي چې په دې کمپاین به څلور ملیونه امریکايي ډالره مصرف شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پاکستان اوايران کي افغان کډوالو رايه واچوله", "output": "نن په ايران اوپاکستان کي هغو کسانو کوم چي د رايي اچوني کارتونه يي اخستي وه خپلي رايي وکارولي ، په دې دوو هيوادونوکي د رايي اچولو بهير په عادي توګه پر مخ بيول کيده ، خو د کنترول کار يې دومره ځانګړی نه وو ، لکه دننه په هيواد کي ، دا چي په ايران کي به د ټولټاکنو په صندوقونو څه کيږي ، او يا به صندقونه څنګه او چيري شميرل کيږي ، لږ خبرونه خپاره شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دیوې ښوونځي د زده کونکو سره دکمپيوترونه مرسته وشوه", "output": "دميدان وردکو ولايت دفاميلی دښوونځی سره دلندن دمسلم هينډس دنړيوالی موسسی لخوا دلسو پايو دسکتاپ کمپيوترونو مرسته وشوه.په هغه م� �اسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی ليسه کی جوړه شوی وه، دميدان وردکو ولايت دوالی مرستيال علی احمد خاشع، دپوهنی رئيس عبدالواحد حکمت اويو شميرنورو دولتی چارواکو ګډون کړی و.دپوهنی رئيس ديادشوی نهاد دمرستی څ خه په مننی سره زياته کړه، چی خيريه نهادونه بايد خپلی مرستی دپوهنی په برخه کی زياتي کړی.په همدی لړکی دم سلم هينډس دموسسی مشر فاضل احمد خان وويل موږ بايد دپوهنی په چاروکی خپلی مرستی ديادشوی ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځوو.دبلی خواه دميدان ښار دفاميلی دښوونځی ښوونکو او زده کوونکو ديادشوی نهاد دمرستی څخه خوښی څ� �ګنده کړه.ديادونی وړده چی دمسلم هينډس خيريه نړيواله موسسه په هيواد کی دپوهنی ترڅنګ دعامی روغتيا، ک� �هنی او مالداری په برخو کی هم فعاليت کوی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ټولټاکنې له تاوتريخوالي سره جوخت پيل شوې", "output": "د افغانستان په ټولو ولايتونو کې نن سهار د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره د تاوتريخوالي له ګڼو کابل، د وږى ٢٧مه، ١٣٨٤ل. يونس برهان د افغانستان په ټولو ولايتونو کې نن سهار د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره د تاوتريخوالي له ګڼو راپورونو سره يو ځاى ټولټاکنې پيل شوې. په ځينو سيمو کې که څه هم داسې شکايتونه وو چې د رايې اچولو مرکزونه يو څه وخت په ځنډ پيل شول، خو بيا هم د رايه اچونې بهير تر اوسه په نورماله توګه پر مخ روان دى. ولسمشر حامد کرزي د خپلې رايې اچولو پرمهال وويل چې نن د افغانانو لپاره له ٣٠ کلونو وروسته د خپل برخليک د ټاکلو ورځ وه. خو، د تېر کال د ولسمشرۍ د ټاکنو خلاف او له توقع سره سم، تر اوسه ګڼې د وژنو او جګړو راپورونه په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ورکړل شوي دي. د هېواد په سوېل ختيځ کې، خوست ولايت کې، تېره شپه دوه امريکايي سرتېري ټپيان، دوه پوليس او درې طالب جنګيالي د يوې نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي. له هلمند او کونړ ولايتونو څخه هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. همدارنګه له خوست، غزني، لغمان او بدخشان ولايت څخه د چاودنو او بريدونو تازه راپورونه راغلي دي چې د تلفاتو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويل شوي. دلته په کابل کې د ملګرو ملتونو په يوه دفتر باندې نن سهار دوه توغندي ويشتل شوي، چې يو ساتونکى يې ټپي کړى دى. نور بيا..."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهارکې دنوي تعليمي کال دپيل غونډه", "output": "په کندهار کې دنوي تعليمي کال دپيل غونډه تېره ورځ ديونېسف له خوا په عينوښوونځی کې جوړه شوې وه . چې دکندهار والي اوورسره دکندهار ډېرى زده کونکواو ښوونکو برخه اخيستې وه.ـ په دې غونډه کې په کندهار کې دښوونې اوروزنې رئيس محمد شعيب وفا دتېر درې کلن تعلمي بهير په اړه خبرې وکړې ده زياته کړه :دتېرو درو کلونو په ترڅ کې په کندهار کې ښوونې اوروزنې زياته پراختيا موندلې ده، ډېرې هغه ستونزې چې درلودې مو له منځه مووړې دي . نوموړي همدا ډول د کندهار په ولايت کي د ښووني او روزني د بهير د پرمختګ په اړه څرګندوني وکړې . په نوموړې غونډه کې ديونيسف په کندهار کې ادارې مشر ډاکتر واحدي دنوي تعليم کال دپيل په اړه خوښي وکړه اودکندهار د پوهنې رياست سره يې دخپلو همکاريو يادونه وکړه ده وويل:موږ تردامهال دپوهنې رياست دليسو اوښوونځيو ښوونکوته تدريسي ميتدود دسطحې دلوړولو لپاره بيلا بيل کورسونه داير کړي دي او ٢٧٠تنو ښوونکوته مسلکي اوروزنيز کورسونه ورکول شوي او ١٤٣زره تنو ته مو قرطاسيه برابره کړې ده ډاکتر واحدي دخپلو خپرو په پاي کې دپوهنې رياست سره ژمنه وکړه چې دده په وينا هراز مرستې ته به يې راودانګي. وروسته دښځينه ښوونکوپه استازيتوب دعينو دليسې مرستيالې نورجهانې خبرې وکړې دې خپل هيواد دبچيانو دسالمې روزنې لپاره خپل چمتوالى وښود . چې وروسته دکندهار والي يوسف پښتون دښوونځي دزنګ په وهلو نوى تعليمي کال په رسمي بڼه پيل کړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د حامد کرزي د کمپاینچي کور وسوځول شو", "output": "میرویس جلالزی د افغان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنیز کمپاین د یوه پرمخ بیونکي کور د تخار ولایت د یګني قلعه ولسوالۍ په قول آباد کلي کې د ناپيژداندو کسانو له خوا سوځول شوی دی.دغه کس چې کور یې سوځول شوی محمدداود نومیږي او وایې چې دا کار د کرزي د ټاکنیزو سیالانو له خوا تر سره شوی دی.محمدداود وایې: (( دا کار په دې خاطر شوی چې ما د حامد کرزي لپاره په شپږو ولایتونو کې کمپاین کاوه او په دې ټول خبر دي چې چا د کرزي لپاره کمپاین کړی او امنیتي ځواکونو هم په دې برخه کې بي تفاوتي ښولي ده)).نوموړي وویل چې د ده په پلرني کور د برید پر مهال څوک په کور کې نه وو خو په کور کې موجود سامان یې په بشپړه توګه له مینځه تللی دی.نوموړي پر حامد کرزي غږ وکړ چې د دغې پیښې د عاملینو د مجازات سربیره له ده سره مالي مرسته وکړي تر څو پرې خپل مالي زیان جبران کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لبنان پرله پسې اسرائيل بريدونه کوي", "output": "دا پنځمه ورځ ده چې اسرائيل په پرله پسې توګه په لبنان باندې بريدونه کوي ، چې له امله يې ډير شمير ولسى وګړى مړه او ژوبل شوي دي . اوس مهال ګڼ شمير بهرنيان له بيروت څخه وزى . نن سهار يوځل بيا د بيروت جنوبى لمنې د اسرائيلو تر سختو هوايى بريدونو لاندې راغلى، چې د مرګ او ژوبلې په تړوايې تراوسه رپوټ نشته .يوازې د تيرې ورځې په بريدونو کې د ١٥ ماشومانو په ګډون ٣٥ تنه ولسى وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . نن يو ځل بيا هغه پل چې د بيروت ختيځى سيمې له نړيوال هوايى ډګر سره نښلوى ،تر هوايى بريد لاندې راغلى دي . د يو ساعت په اوږدو کې ١٢٠ مرمى په جنوبى سيمو ويشتل شوي دي او د بيروت له هرې خوانه اورونه اولوګى پورته کيږي.د لبنان لومړى وزير فواد سينيور ،له يو ټلويزيونى شبکې سره لبنان يو غم ځپلۍ هېواد وباله او د بيړنى اوربند او د ملګر ملتونو ددخالت غوښتنه يې وکړه. ده د اسرائيلو په دولت تور ولګوو چې د لبنان په ضد يې ناروا جګړه پيل کړې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د حيات الله رفيقي ناول زرغون كه اتل ؟ چاپ سو", "output": "خليل ا لله سروري زرغون كه اتل ؟ دښاغلي حيات الله رفيقي ناول چي په دې ورستيو كي د دافغان ښونيزئ روزنيزي موسسي (A.E.F)له خوا په ۷۱ مخونو كي چاپ سوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوسنۍ پرمختياوې، ستونزې او احتمالي حل لارې", "output": "د ښاغلی اسماعيل يون سره په جرمني کې د افغانانو د کتنې رپوټافغان ليکوال او د کابل پوهنتون استاد پوهنمل محمد اسماعيل يون اروپا ته د خپل سفر په لړ کې، د ۲۰۰۸ کال د مارچ په درويشتمه د بن په ښار کې د يو شمير علمي او فرهنگي شخصيتونو سره وکتل. غونډه «د افغانستان اوسنۍ پرمختياوې، ستونزې او احتمالي حل لارې» تر نامه لاندې د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک) په دفتر کې جوړه شوی وه. د جرمني سربيره د هالند، بلجيم او انگلستان هېوادونو څخه هم د فرهنگيانو ځينو استازيو په دغه غونډه کې گډون کړی وو. د افغانيک مشر ډاکتر يحیی وردک د يون صاحب په پېژندنې کې وويل: «ښاغلی اسماعيل يون هم د فکر، هم د خبرو، هم د قلم او هم د عمل سړۍ دی.»وروسته ښاغلی اسماعيل يون راغلو مي� �منو ته په وروستيو اوو کلنو کې زموږ د گران هېواد په لاندو ټکو خبرې وکړی:1. سياسي پرمختياوې او نيم گړتياوې2. اقتصادي = =3. فرهنگي = =4. نظامي = =5. د بهرنيو قوتونو هماهنگيښاغلی يون په دغو برخو کې د شته ستونزو په لېری کولو کښې د بهر ميشتو افغاني علمي شخصيتونو په لا زياته ونډه ټينگار وکړ. بيا يون صاحب افغان حکومت ته د بهرميشتو افغانانو وړانديزونه د ځان سره واخيستل او هم يي د دوی پوښتنو ته ځوابونه وويل. او وعده يی وکړه، چې دا نظرونه او وړانديزونه به تر خپلی وسې پورې مسوولينو او ادارو ته رسوی. د ناستې په پای کې د افغانيک لخوا ښاغلی يون ته د مننې او د نن ورځې د يادون په توگه د فرانسوي ليکوال انتوان دو سانت ايکزوپېري د ”کوچني شاهزاده“ کتاب ډالی شو. ښاغلی اسماعيل يون د افغان ليکوالو او فرهنگي شخصيتونو د کتلو لپاره پاريس، بلجيم، هالند، دنمارک او سويدن ته هم ورغی. په دغه سفر کې د ده سره ښاغلی غريب په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د گډي جرگې، ښاغلی امين باوري په بلجيم کې د بهير د ټولنې، ښاغلی محمد حسن شور په هالند کې د کلتوري ټولنې او ښاغلی نجيب احمدزی په انگلستان کې د فرهنگيانو په استازيتوب هملاري وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ای،ډبلیو،پي،آر: افغانانو اوباما ته سترګې اړولي دي", "output": "سرچینه: ای،ډبلیو،پي،آر لیکواله: د جين ميکنزۍ که په اقتصادي او امنيتي ډګر کې ښه والى رانشي او ولسي خلک د پخوا په څېر په جګړو کې ښکېل وي، نوښايي د هغوى خوشبيني غړنده شي. هغسې چې بارک اوباما چمتووالى نيسي، د جنورۍ په شلمه، د سه شنبې په ورځ د دندې لوړه پورته کړي،د نړۍ سترګې اوهيلې د هغه لورې ته کږې دي. ښايي په بل هيڅ کوم ځاى کې د افغانستان په څېر نه وي. د افغانستان په اړه داسې ژمنې شوې، چې د نوې ادارې د بهرنۍ تګلارې په مرکز کې به ځاى ولري او د عراق تته مبارزه يې تر اغېز لاندې راوستې. څنګه چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د لسګونو عادي افغانانو له غير رسمي سروې څخه جوته شوې، ددې جګړې ځپلې ولس خلک په متحده ايالتونو کې د خپلو سيالانو په څېر د بدلون لپاره د اوباما بلنې ته ډېر ليوال دي. د افغانستان په شمال کې د بلخ د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو فارغ، سيد نسيم وويل: ((د اوباما په اړه زياته خوشبينې شته.)) هغه زياته کړه: ((خلک هيله من دي. يوه پلا چې اوباما سپينې ماڼۍ ته راشي، نو د افغانستان سياسي غوټه به پرانيزي. دلته په تېرو اوو کلونو کې د امريکا توقعات سر ته نه دي � �سيدلي. خو اوباما د خپل کمپاين پر مهال پر دې تينګار کاو، چې دې هېواد ته به جدي پام اړوي.)) نسيم امريکا ته يوه مشوره هم ورکړه. هغه وويل: ((اوباما بايد د نورو سرتېرو د راستولو پرځاى بايد اقتصادي بدلونونه په خپلو لومړيتوبونو کې راولي. موږ رښتينې بدلونونه غواړو، نه دا چې د شطرنج پر تختې د ځواک بدلون وي.)) پر طا� �بانو د امريکا له يرغل څخه څه اووه کاله وروسته داسې بريښي، چې افغانستان له پخوا زيات په تاوتريخوالي او فساد کې ښکېل دى. د هېواد په زياته برخه کې وده او پراختيا په ټپه ولاړه ده او د هېواد په سهيلي ولايتونو کې ياغيان هره ورځ زياته ځمکه لاندې کوي. افغانان، چې له نړيوال حضور څخه د چټکو ګټو غوښتونکي دي، ډېر زيات نهيلي دي او ددې نهيلۍ او محروميت پړه پر نړيوالې ټولنې اچوي. د ياغيانو په وړاندې د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلاف او د ناتو تر مشرۍ لاندې د سوله ساتي نړيوال ځواک (ايساف) پوځي عملياتو هم ځايي اوسيدونکي په غوسه کړي او د خپلو هېوادوالو، طالبانو، په ځاى د مرګ ژوبلې او ورانۍ پړه په بهرنيو سرتېرو اچوي افغانان د بهرنيو سرتېرو په ناوړه سلوک کې د تلونکي ولسمشر، جارج بوش ونډه ډېره درنه بولي. په لښکرګاه کې د خليل الرحمن اميد په نامه يو خبريال وويل: ((په تېرو اوو کلونو کې بوش هغومره زيان رسولى، چې اوباما يې بايد پترى کړي. زما يوازينۍ هيله داده، چې هغه به په دې هېواد کې ښه کارونه وکړي.)) د افغانستان لپاره د اوباما په سترو نوښتونو کې يو هم له ٣٢ زرو څخه تر ٦٠ زرو سرتېرو زياتېدل دي، چې دې خبرې يو زيات شمېر افغانان ناکراره کړي دي. د عبدالجبار په نامه يو ځوان چې په ايران کې د خبريال په توګه روزل شوى او اوس په کابل کې آشپزي کوي، وايي: ((موږ بهرني ځواکونه په دې شرط منو، چې اوباما دې د بوش تګلارې بدلې کړي. که هغه د افغانستان د اقتصاد لپاره ښه کارونه وکړي، نو بيا له سرتېرو سره توافق لرو. که چېرته هرڅه د پخوا په څېر وي، که چېرته مو بېګناه هېوادوال په ورځنيو بمباريو کې وژل کيږي، نو بيا مو په کار نه دي.)) په کابل کې د محمد صديق په نامه يو هټيوال ورته نظر درلود. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((که (اوباما) له ٢٠زرو څخه تر ٤٠زرو پورې نور سرتېري راوليږي، نو هيڅ توپير به ونه کړي. که مقاومت روان وي، نوهغوى به آن يوه وادي هم کنترول نه کړاى شي. که چېرته اوباما ښه نيت او اراده ولري، نو اغېز به يې مثبت وي. که هغه د همدې جارج بوش په څېر وي، نو نه يې غواړو. هغه به د افغانستان لپاره رښتيا هم خطرناک وي.)) صديق، چې وايي ١٦ کاله يې په اردو کې دنده سرته رسولې او تر ډګروالۍ پورې رسېدلى دى،د قومي ملېشو د وسله وال کولو په اړه د اوباما له بل وړانديز شوي پلان سره هم مخالفت درلود. ويل کيږي، چې دې تګلارې د عراق له ټيکاو سره مرسته کړې ده.. هغه وويل: ((قومي ملېشې به د قومي شوراګانو توازن ته زيان ورسوي. سيمه ييز مشران په خپلو خلکو باندې اغېز � �ري. که د هغوى په وړاندې ټوپک په لا س خلک ولاړ وي،نو فکر کوم، چې هيڅ کار به ونشي کړاى. ددې پر ځاى [امريکايان] و� �ې د دفاع او کورنيو چارو له وزارتونو سره مرسته نه کوي؟)) زيات شمېر افغانان له دې ډاريږي، د قومي ملېشو وسله وال کول به يو ځل بيا هېواد هغه پېر ته يوسي، چې جنګ سالارانو خلک په خپلو وسلو او سړيو ډارول. يو شم ېر دې ډاروونکي پېر ته د بېرته ورګرځېدو ليوال دي، چې د طالبانو له رژيم دمخه يې واکمني کوله. د (طالبانو) بنسټپال رژيم په ډېر برخو کې ددې جنګ سالارانو د زور زياتي د پاى ته رسولو لپاره راپورته شوى و. د کابل [د نوي ښار] د چار راهي شهيد په ګاونډ کې د محمد په نامه يو هټيوال وويل: ((قومي ملېشې ښه مفکوره نه ده. هغوى ښايي د ورځې دت� �هګرو په وړاندې وجنګيږي، خو د شپې به غلا کوي.)) محمد دا هيله هم درلوده، چې اوباما به افغانستان ته سوله او سوکالي راولي. دا د داسې يو ولس لپاره ډېره درنه او غټه هيله ده، چې لسګونو کلونو جګړو ځپلي او د هغو تر څنګ پېړى، پېړى وروسته پاتې وي. هغه وويل: ((اوس چې اوباما واک تر لاسه کوي، نو له خدايه غواړم چې هېواد ته مو امنيت راشي. هغه به لاره هواره کړي او د کاروبار خاوندانو ته به دا شوني کړي، چې لويې کارخانې پرانيزي. هغه بايد له بېروزګارۍ څخه خلک بېغمه کړي.)) له اوباما څخه د افغانانو هيلې، لکه د اوباما په اصلي ټاټوبي،ام� �يکا کې کې، ډېرې زياتې دي. داسې کوم شى ښايي نه وي، چې له دې ځوان ولسمشر څخه يې د نه کولو توقع وشي. په مزارش� �يف کې د کوچونو او څوکيو يوهټيوال، سيد بشير وايي: ((دا يو زړور ولس دى او اوږد تاريخ لري. اقتصادي ستونزو زيات شمېر خلک خراب کړي دي. راځئ وګورو،چې اوبا موږ ته څه کولاى شي.آيا هغه به د وروستني سړي په پرتله ښه وي؟ او که خداى مه کړه، آن تر هغه بدتر؟)) په مزار شريف کې د سلطان رضيې د ليسې سږنۍ فارغه، بنفشه يوازې امنيت غواړي، ترڅو خپلې [لوړې] زده کړې سر ته ورسولاى شي. هغې وويل: ((اوباما، که کولاى شې، لطفا موږ ته امنيت راوله. د س� �تېرو شمېر زيات کړه، چې امنيت ښه شي. هله به موږ زده کړې وکړاى شو. بيا به موږ د چا مرستو ته لاسونه نه اوږدوو.)) افغانان يوه وياړلي ولس دى. د زياتې مودې لپاره صبر نه شي کولاى. په داسې حال کې چې اوباما اوس ډېرې ښې هيلې � �ري، خو د ځان د تثبيت لپاره به لږ فرصت ولري. په مزار شريف کې د عبدالحکيم په نامه يو نرس وويل: ((افغانان له زياتې مودې راهيسې د زبرځواکونو تر منځ نانځکه ده. اوس زموږ خلک له هغې څخه بېوزلي شوي دي. هغوى نه تکنالوژي لري، نه يو پرمخ تللى اقتصاد او کلتور. موږ په يو کمزوري هېواد اوښتي يو. زه اوباما ته وايم، چې نور دا (کارونه) ود� �وه.)) په مزارشريف کې د سيد حامد رضوي په نامه يو مستري ګوته وڅنډله: ((که چېرته اوباما د بوش په څېر ناولې تګلاره ولري، نو د نړۍ په وړاندې به وشرميږي. هاغه بل سړى (بوش)دلسو نمروبوټ لايق وگرزيد دى به دشلو نمروبوټ � �ايق وگرزى .)) هغه په بغداد کې د دسمبر مطبوعاتي کنفرانس ته ګوته ونيوه، چې يو عراقي خبريال په ولسمشر، بوش باندې د بوټونو ګوزار وکړ. تر ټولو زيات خپه کوونکې غوښتنه هلمند کې وه، چې بهرني ځواکونه په کې له طا� �بانو سره هره ورځ په جګړه بوخت وي. د تېر کال راهيسې په زرګونو هلمنديان د جګړو له امله بې کوره شوي او که س� �ګونه نه وي، خو په لسګونو ولسي خلک په هوايي بمباريو کې وژل شوي دي. د ځوانانو د ولايتي ټولنې مشر، مجتبى محمدي د امريکا نوي ولسمشر ته په پيغام کې خپلو هېوادوالو استازيتوب کړى دى. هغه د ډېر ګرانښت په ژبه وويل: ((بارک اوباما جانه، ماته غوږ شه! د مهربانۍ له مخې په هلمند کې د ولسي بېګناه خلکو وژنه ودروه!))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "په تاریخ کې به یې نوم دشاه شجاع وي چې دبل ډول ته گډیږي او پردی شي هغه څوک به د ملت زړه کې ځای مومي چې له خپل ملت قربان شي، سپېلنی شي په جامه کې یې ښایست له نورو باندې هر گلاب ته چې لاس وروړو نو ازغی شي ښکلې پیغلې به یې لارې ډېرې څاري کوم یو ځوان چې په میدان کې مېړنی شي که دغرب په هر کور کې وي لوی شوی دا غربی ځوان دې له اصله افغانی شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان لوبغاړې نثاراحمدبهاوي د طلا مډال وګاټه", "output": "میرویس جلالزی د افغانستان د تکواندو د نړۍ وتلې ستوري نثار احمد بهاوې د جنوب ختیځي آسیا د تکواندو په سیالیو کې د طلا مډال خپل کړ. په دغو سیالیو کې بل افغان تکواندو کار علي رضایې د سپینو زرو مډال خپل کړ. نثار احمد بهاوي هغه مهال د نړۍ په کچه د یوه وتلې تکواندوکار په توګه وپیژندل شو چې په کال ۱۳۸۶ کال کې یې د ایران د تکواندو اتل علي ساعي ته ماتې ورکړه او د نړۍ د تکواندو د نایب قهرمان مقام یې خپل کړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکرزي په څېر بل په افغانستان کې نشو موندلای.", "output": "دامریکې دبهرنیو چارو وزیره میرمن کوندولیزا رایس � �ه ولسمشر کرزي سره یوځای نن غرمه دولسمشرۍ په ماڼۍ کې پس له اوږدې لیدنې خبري ناستې ته څرگند شول لومړی ولسمش� � کرز ي میرمن رایس ته ښه راغلاست ووایه. له میرمن رایس وپوښتل شوه چې پدې وروستو کې دواشنتطن پوست ورځپاڼې لیکلي وه چې امریکایان ولسمشر کرزی دې ته اړ باسي ترڅو استعفا ورکړي رایس وویل چې ولسمشر کرزی پیاوړی بااستعداده ولسمشر دی بل مثال یې نشو موندلای نړیواله ټولنه له ولسمشر کرزي سره به تل مرستیاله وي. بل لورته ولسمشر کرزي وویل چې پدې لیدنه کې یې له میرمن رایس سره دامریکا دمتحدو ایالاتو دلازیاتو مرستو او په هیواد کې داقتصادي ودې په اړه خبرې وکړې. له تروریزم سره دجگړې په اړه م یرمن رایس وویل چې نړیواله ټولنه او په سر کې متحد ایالات به دې جگړې ته زر دپای ټکی کښینږدي او متحد ایالات په افغانستان کې داوږدې مودې لپاره دپاته کیدو تکل لري. رایس دا هم وویل چې افغانستان دا مهال دنړۍ له ډیموکراتیکو هیوادونونه گڼل کیږي. ولسمشر کرزي په دولتي کړیو کې دکمزورۍ او د اداري فساد په خوریدو او زیاتیدنې او دهیواد په سویل کې دامنیت دنه شتون په اړه هم خبري وکړې. میرمن � �ایس له اسلام اباده نیغه کابل ته نن له غرمې مخکې راورسیده او داسې ویل کیږي چې کابل نه وروسته به دمسکو په لور لاړه شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګنج اونیزه خپره شوه", "output": "ګنج اونیزه خپره شوهګنج اونیزه د لومړيٍ ځل لپاره په افغانستان کې د هېواد د استقلال د ۸۷ یمې کلیزې په مناسبت په اتو مخونو کې د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۸ مه خپره شوه.ګنج اونیزه د انجینیراحسان الله بیات لخوا تاسیس شوې او د کتپلاوي مشري یې د احسان الله آرینزی په غاړه ده.ګنج اونیزه دوه پاڼې رنګه او پاتې شپږ پاڼې نورې یې تورې سپینې چاپ شوې دي. د ګنج اونیزې ددې ګڼې مطالب ډېرۍ د ازادۍ او خپلواکۍ په اړه دي، خو تر نامه لاندې یې د فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي اونیزې تر عنوان لاندې معرفي شوې ده. د ګنج د سرلیکنې له مخې، دا اونیزه به وروسته له دې په لندن کې خپریږي او د هغه افغانانو لاس ته به رسیږي چې په بهر کې ژوند کوي، همداراز وروسته له شپږو میاشتو به په افغانستان کې هم په اونیزو خپرونو پیل وکړي، چې بیا به ورو ورو په ورځپاڼه بدله شي او د هېواد په لویو ښارونو کې به خپرونې کوي. د یادونې وړ ده چې یوازې لومړۍ شمېره یې د خپلواکۍ په مناسبت په کابل کې خپره شوې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر اعلاميه", "output": "دميدان وردګ ولايت مطبوعاتي دفتر اعلام يه د كب دمياشتې ۱۲ مه نيټه نن د ميدان وردګ ولايت په ميدانښار كې دكابل بانګ په سيمه ييز دفتر كې د ګاز ډبې دچاونې له امله ددې دفتر اته (۸) تنه ساتوونكي ټپيان شول د ګاز ډبې دچاودنې پيښه دكب دمياشتې په ۱۲ مه نيټه دسهار په ۶ بجو د ميدانښار دكابل بانګ په سيمه ييز دفتر كې رامنتځته شوه او له امله يي ددې دفتر اته ۸ تنه ساتوونكي ټيپيان شول چې وروسته دلومړيو درملنو لپاره دعامې روغتيا مركز ته انتقال � �ول او بيا كابل ته د زياتو درملنو لپاره يوړل شول. د ټپيانو روغتيايي وضعه د ډاډ وړ ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کې امریکايی عملیات او د دوو هلیکوپټرو سقوط", "output": "میرویس جلالزی د ه� �مند له ولایت څخه خبر را رسیږي چې دغلته پیل شوي د وړمې ورځي عملیات په سخته ګرمۍ کې د افغان او امریکايي س� �تیرو له خوا پر مخ روان دي.امریکايي سمندري ځواکونه او افغان پوځيان په څو ساعتونو کې په دې وتوانیدل چې د خانشین، ګرمسیر او ناوې ولسوالۍ یو شمیر هغه سیمې د طالبانو او مخدره موادو د قاچاقبرو له شتون څخه تشې کړي چې له څو میاشتو حتی څو کلونو را پدې خوا د طالبانو په ولکه کې وي.سمندري ځواکونو په دغو عملیاتو کې ت� �فات هم ګاللي دي. د سمندري ځواکونو د سرچینو پر وینا چې په دغو عملیاتو کې شاوخوا شل عسکر په هغو ماینونو م ړه او ژوبل شوي چې طالبانو له سیمو څخه د تيښتې پر مهال په واټونو او لارو کوڅوکې ځای پر ځای کړي ول.د عملیاتو له پیل دمخه امریکايي چورلکو له هوا څخه د عملیاتو د پيل د خبرداري پاڼي خپرې کړي وي او افغان دولت بیا د سیم یزو اف ام راډیوګانو په مټ د ناوې، ګرمسیر، خانشین او دیشو ولسوالیو له خلکو غوښتي وو چې د عملیاتو پر مهال له دقت څخه کار واخلي او ترهګرو ته په خپلو کورونو کې د پټیدو موکه ور نه کړي.اوس افغان او امریکايي سرتیري د خنجر په نامه د دغو عملیاتو په دریمه ورځ د پاکستان پولو ته نژدې شوي دي.د جمعې په ورځ د امریکايي پوځیانو یوه ډګروال مایک کولیان وویل چې طالبانو دوه هغه چورلکي وویشتي چې ژوبل شوي او ناروغ امریکايي عسکر یې د جګړې له � �ګر څخه د درملني لپاره خپل نژدې مرکز ته استول.ډګروال کولیان وویل چې دغه چورلکي د سره صلیب کمیټې اړوندي وي او طالبان بي له دې چې نړیوالو قوانینو ته احترام وکړي د سره صلیب په اړوند چورلکو یې ډزي وکړي.ویل کیږي چې اوس بریټانوي سرتیري هم د عملیاتو سره یو ځای شوي او په باباجي، چاه انجیر، ګرشک او نادعلي ولسوالۍ کې یې د پړانګ د پنجې په نامه عملیات پیل کړي دي. د ایساف یوه نطاق په لشکرګاه کې خبریالانو ته وویل چې دری زره ب� �یټانوي سرتیري په دغو عملیاتو کې برخه لري. له دې سره د ټولو هغو بهرنیو او افغان سرتیرو شمیر چې تازه عملیات یې پیل کړي شاوخوا ۸۰۰۰ عسکرو ته رسیږي.د ایساف ویاند وویل چې ډیري سیمې د طالبانو له حضور تشې شوي او د طا� �بانو مقاومت مات شوی.عیني شاهدان وایې چې په سیمه کې د بريټانیا او امریکا ګڼي چورلکی هوايي څار کوي او جیټ الوتکو هم د طالبانو یو شمیر پټن ځایونه په نښه کړي دي.د طالبانو له اړخه قاري یوسف احمدي بیا وایې چې شپږ به� �ني سرتیري یې په دغو عملیاتو کې وژلي او د هغوي دوه ټانکونه یې له مینځه وړي دي.د دې رپوټ تر خپریدو پوري د عملیاتو پر مهال د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي په اړه اطلاعات نه دي را رسیدلي.د یادوني وړ ده چې د خنجر په نامه د امریکې د سمندري ځواکونو په دغو عملیاتو کې له پینځوسو الوتکو او په سلګونو زغره والو ګاډو او توپونو څ خه کار اخیستل کیږي.د امریکې د پوځي چارو ماهرین د ویتنام تر جګړې وروسته د هلمند دغه عملیات د امریکايي ځواکونو تر ټولو پراخ او ستر عملیات په ګوتو کوي. میرویس جلالزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغان محصلينو لخوا دنوي کال ورځ ونمانځل شوه", "output": "په ترکيه کې دافغان محصلينو لخوا دنوي کال لمړۍ ورځ ونمانځل شوه د ترکيي دقونيې ښار د سلجوق په پوهنتون کې د افغان محصلينو دنوي کال لمړۍ ورځ په داسې حال کې ولمانځله چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی ؤ ٠ پدې پروګرام ديوشمېر هېوادنو ( ازبکستان ،ترکمنستان ،تاجکستان، قزاقستان او ازربيجان) محصلينو چې د افغان محصلينو په استا زيتوب محيب لله طيب بلنه ورکړي وه هم ګډون کړی ؤ غونډه په داسې حال کې پيل شوه چې دسټېج چارې يي همايون حقبين او اکبر شاه سباون پر مخ بيولې ٠ د پروګرام لمړۍ برخه کې د محمد قاسم عبادي لخوا دافغانستان دنوي کال دلمړۍ ورځې دلمانځلو په هکله په ترکي ژبه مالومات وړاندې شول ٠ورپسې د نوي کال په وياړ ترانه واورول شوه د پروګرام په دوهمه برخه کې دنيکونو څخه ور پاتې ملي دود (ملي اتڼ)تر سره شو،چې د خلکو دزياتې خوښی سبب وګرځيداو د خلكو له زيات هركلي سره مخ شو٠ د پروګرام په دريمه برخه کې ډول ډول افغاني لوبې ترسره او دپر ګرام په اخېر کې دافغان محصلينو په مشرۍ جهاد جوهري خبرې وکړې او دراغليو ملمانو دراتګ څخه يې مننه وکړه ٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبن پريکړي اودلوي څارنوال بيوسي", "output": "ددي خبري سره سره چي په افغانستان کښي دبن دکنف� �اس نژدي ټولو پريکړو يوپه بل پسي دټاکلي مهال ويش سره سم دعمل جامي په تن کړي ، خولاتراوسه هم دريو لويو بلاګانو لکه فساد ، بي امني اوبيکاري چي دوي پخپله هم يودبل زيږنده دي ،د اولس په مرۍ ئي داړي ښخي کړي او ويني ئي زبيښي . دناخوالو په چاپيريال کي نوموړي بلاګاني ډير ژر بلاربي او ورسره جوخت ئي دنشه اي توکو دقاچاق شبکي او وسلوالي مافياوي راوزيږولي . دغه اژدهاربياپه خپل وارداختاپوت منګولي ترلاسه او ددولت په درو واړو څانګو کښي ئي ريښي دومره وغزلولې چي دمقننه ارګان په لاندي کولو سره ئي اجرائيه ا رګان په � �ار کي واچاوه او پدي توګه ئي قضائيه ارګان بي تاثيره کړ .څارنوالي چي اصلي دنده ئي دقانون پرانفاذ او صحيح تطبيق باندي څارنه ده ، که څه هم داجرائي اوقضائي ارګانو ترمنڅ يو ځانګړۍ موقف لري خو حقوق پوهان ئي اوس داجرائيه قوي يوه برخه ګڼي . داجرائيه قوي همدغه برخه ده چي دوظيفوي صادقانه هلوځلوبريا� �يتوب ئي دقانون واکني رامنځته کوي اوله کبله ئي داختاپوت زهرلرونکي منګولې ددولت له ګريوانه لنډيږي . هغوکسانو چي پخپله ئي دشر اوفسادتخم پاشلې اوپرپولو ئي اوس اوبه لګوي ، کله چي ئي داولسمشرۍ په ټولټاکنو کښي دښاغلي کرزي په وړاندي ماته وخوړل ، نوئي دخپل انارشيزحاکميت په وخت کي د زيږولې او روزل شوي بچي يعنې اداري فساد دموجوديت پړه دکرزي پردولت واړول او ددي ناوړتيا دبرجسته ښودلو په موخه ئي په خپلو رسنيو کښي دولت ته دپيغورونو اوطعنو لړۍ پيل کړي . فسادئي دټولوناخوالو مور وباله ) چي په واقعيت کي هم داسي هم ده ( او دولت ئي دهغه دله منځه وړلو په چارو کي کمزورۍ وښود چي ګويا پر ضد ئي جدي ګامونه نه اخلي او ددي کاردپاره دثابتو هوځلو سره يو جدي شخص په کار نه ګماري . دولت هم خپله دغه بيوسي په هيڅ ډول پټولاي نشوه اودغه نيمګړتيا به ئي تل هم داولس او هم دخپلو سياسي حريفانوپه وړاندي دپزي پيزوان وو . هغه وو چي په پاي کښي دښاغلې عبدالجبار ثابت په څيره کښي يو په رښتني توګه باثباته ، مسلکي او دهوډمنو مټوڅښتن وموندل � �وچي پخپل ټول توان سره ئي ددغه ښامار و وژلو ته توره ترملا کړه . کله چي دنوموړي ښامار زيږونکو اوروزونکو خپل بچۍ دمرګ تر خطر لاندي وليد نوپدي پوه شوه چي دهغه مرګ دوي دڅو تاوانونوسره مخامخ کوي : : ۱ ـ داختاپوت منګولې ئي ددولت له ګريوانه خيژې .۲ ـ وسلواله مافيا ئي کم زوري کيږي .۳ ـ داکاربيا دامنيت ټينګولوته لاره خلاصوې .۴ ـ او په پايله کښي ئي ددوي دسياسي حريف اولسمشر کرزي مخ دده دانتخا ب کوونکو په وړاندي سوروالۍ مومې .له همدغه کبله ووچي نوموړو کسانو په دووکارونو لاس پوري کړ : ۱ ـ دلوي څارنوال ښاغلې عبدالجبار ثابت دشخصت دټيټولوا و تخريب دپاره ئي په لويولګښتونوسره ناري سوري پورته ، پدي موخه ئي خپلې ټولې مي� �يايي رسنې پکارواچولې اودده پرضد ئي ناروا پروپاګنډي پيل کړي . ۲ ـ دقانون دتطبيق او انفاذ ارګانونه چي لا پخوائي په خپلو کسانو ډک کړيوه ، دپنځم ستون په توګه ئي و دي ته وګمارل تر څو په سبوتاژ � �اس پوري ، دلوي څارنوال دقانوني حکمونو څخه سر وغړوي او پدي ډول دهغه دهغو هلوځلو مخه ونيسي چي په نه کولو س� �ه ئي ترپرونه پوري دولت تورناوه . دوي غواړي پدي کارسره لاندي هدفونه ترلاسه کړي : الف ـ دوي غواړي په دولت کي دناخوالو په ساتلو سره اولس ناراضه وساتي . ب ـ داولس دناراضي توب پربنسټ دناامنيو وپراخولوته لمن ووهي .ج ـ پدي کارسره غواړي دکرزې دولت ناکامه وښئي . د ـ دوي هيله لري چي پدي توګه خلګ وهڅوي ترڅو وپخواني زاړه کفن کښ ته دعاوي وکړي . ه ـ دلوړوموخودلاسته راوړو له امله به دليوه دزړه ارمان چي باد او باران دي ترسر کړي . په خواښينۍ سره بايد ياده شي چي دوي تر لويه بريده هم پدي کار کښي دټاکلو برياوو څخه بي برخي ندي ، باثباته ثابت ئي هم خپلې بيوسۍ ته په اعتراف کولومجبوراوپه کږه غاړه ونړيوا� �وته ئي دمرستي غوښتنې پخاط لاس اوږد کړ . دناامنيوجوړونکواودسبوتاژ سناريو ليکونکو چي دا وارويده نو ئي ترتلو لاندي اوربل اوخبره ئي بل پلو واړول تر څويواربيا دبلې خوانه دهيوادوالو احساسات � �اوپاروي چي ګويا دايوه داخلې افغاني مسئله ده اوخارجيان دلته ومداخلې ته رابلل دافغانې اخلاقي دود نه ليري يوغيرقانونې عمل دي . اما کله چي دغو کسانو دامريکا ) ب (52 بم غورځونکي الوتکي رابللي ترڅو دطالبانو سنګرونه دړي وي اوورپسي هره ورځ په لسګونو بيګناه کسان ددغو الوتکو په بمونوسره په وينو کي لام بې ، داکار بيا دافغاني دود اوټولو قوانينو سره برابراوپرځاي عمل بولې . خوکله چي وتحقيق ته ديوه مجرم په راحاضر ولو کي دنومو ړوخارجي قوتونو نه مرسته وغوښتل شي بيانوخبره پربلي خوا کش کړي . ددي دپاره چي پوه شو اياپه افغانستان کښي ميشت خارجي قوتونه دفساد په له منځه وړلو کښي دمرستې کولو حق لري کنه ، ضرو� �ده دي موضوع ته له درو اړخونو څخه وګورو : ۱ ـ دموضوع حقوقي او قانونې اړخ .ددي خبري سره سره چي ځينې څيړونکې ددغوخارجي قواوو شتون په افغانستان کښي قانونې نه بولي ، خوبياهم اکثريت څيړونکي پدي عقيده دي چي دملګرو ملتونو دامنيت شورا دپريکړي له مخي د دوي حضور خپل لازم مشروعيت ترلاسه کړيدې . دنوموړو قوتونو اساسي دندي دبن دکنفرانس نه ريښي اخلې چي په افغانستان کښي دقانون حاکميت ټينګښت ددغو دندو ستره برخه ګڼل کيږي . ترڅوچي اداري فساد له منځه نه وي تللې ، په دولتې چارو کښي دسبوتاژ مخنيوې سخت کاردي او دسبوتاژ په شتوالې کښي بيادقانون حاکميت محال بريښي . ځکه نو دحقوق پوهانو په نظر دوي داقانوني حق لري هغه موانع چي دقانون دحاکميت په لاره کښي خنډ ) اداري فساد ( ګ� �ځيدلې دې ، له منځه يوسي اوداکار بيا ددي مستلزم دي ترڅو دوي دلوي څارنوال ملاوتړي او ومحاکمي ته دمفسدو جنايتکارانو په حاضرولو کښي مرسته ورسره وکړي . ۲ ـ دموضوع فزيکي اوعملې اړخ .دقضايي دعووڅيړل څوپړاوونه لري چي ترټولو لومړۍ ئي دمتهم يامدعي عليه حاضرول دي چي داکار دامنيتي ارګانوپه ځانګړي توګه دپوليسو دنده ده . بل پړاوئي داتهام په اړه پوښتني او تحقيق دي چي داکاربيا پخپل وار دڅارنوالې دنده ګڼل کيږي . اخيرنۍ پړاو قضايي پړيکړه ده او داکار دقانون له مخې دمحکمي او قاضيانو پرغاړه د ي . دايساف قوتونه يوازي په لومړي پړاويعني دمتهم په حاضرولو کي مرسته کو� �اې سي او بس .دلوي څارنوال شکايت دادي چي فساد د مافياوي ډلولخوا په پلانيزه ډول رهبري کيږي ، دغه په فساد کي شکيل لوي مجرمين وسله والې مليشي لري اوپوليسي ارګانونه په دوو دليلونو دهغوي په حاضرولو کښي پاته راغلې دي . اول داچي په نورو امنيتي چارو کښي دبوختيااوکافي امکاناتو دنه لرلو په بهانه ودي کارته ځانونه وزګار نه حسوي . دوهمه اوترټولو مهمه خبره داده چي دپوليسو ډيره لويه برخه په لوړه کچه ديادو� �وو مجرمينو سره پخواني مليشه اي تړاوونه او خواخوږي لري ځکه نودهغوي په مقابل کښي جديت نه ښئي ، په يوه او بله پلمه هغوي ته دتمردچانس برابروي . که چيري دايساف قوتونه ددغو وسله والومليشو په بي وسلي کولو کي خپله دنده ترسره کړي ، هغوي بيادا توان دلاسه ورکوي چي وتحقيق ته دحاضريدو څخه سرغړونه وکړي . ۳ ـ دموضوع اخلاقي اوعاطفي اړخ .دتحقيق او پوښتني پخاطردخارجي قوتونوپه م� �سته دلويو مجرمينو دحاضرولو په کار کښي ترټولو مهمه خبره همدغه دافغاني دودونو اواخلاقي توکو درعايت کولو موضوع ده . زه دا منم چي هيڅ يو خارجي شخص ته بايد په خپل منځي افغاني چارو کښي دمداخلي کولو فرصت و� �نکړل شي . خو راشي يوه ترخه واقعيت ته هم په پرانيستوسترګو وګورو : له بده مرغه همدا اوس اوس هره ورځ زموږ افغاني مظلومي کورنې په ډير بد شکل دخارجي قوتونو دمنفي مداخلې سره لاس او ګريوان دي لکه پخپل سر کورونوته ننوتل ، دنارينه وو اوښځو تلاشې ،ډله ايزه وژنه او بندي کول ، دبيګناه وګړو بمباري او داسي نور � �ير دافغاني دستور نه ليري کارونه . ددي ټولو ناخوالو مستقيم مسئوليت دتنظيمي انارشيزم پرغاړه دي چي دم نځنيو پيړيو فوندامنتاليزم ته ئي لاره پرانيستل ، په نتيجه کي د ۲۰۰۱ کال دسپتمبرد۱۱ نيټي پيښي منځ ته � �اغلې او خارجي لښکرو زموږ دهيواد په هر ګوټ کښي خيمي ووهلي . پداسي حال کي چي دافغانې اخلاقي معيارونوپه خلاف دخارجيانو داټولې ناروا او نادودي دمنفي مداخلو سره زغملاي شو ، بيابه نوڅه ټکه راباندي ولويږي چي دښيګڼو پخاطر ئي دقانون دحاکميت دټنګښت دپاره يوي بلي مرستندويه مداخلي ته هم غاړه کښيږدو . ددي ټولو خب� �و دپايلې په توګه بايد داومنو چي دنوموړو کسانو دپاره دافغاني ارزښتو نو درناوۍ مطرح ندي بلکه دخپلو نا� �وا ګټو دساتلو په موخه دخلګو په سترګو کي خاوري پاشل مطرح دي . پاي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اوسلوکې دافغان کډوالو اعتصاب دوام لري", "output": "د ناروى په پلازمينه اوسلو کې د افغان کډوا� �و د ډوډى نه خوړلو اعتصاب دوام لري . ناروې دولت غواړى چې څه باندې ٢٠٠٠ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي . ١٧ ورځې کيږي چې يو شمير افغان کډوال د اعتراض له مخې يو پارک کې راټول شوى دى .د زياترو روغتيايى حالت د انديښنې وړ بلل شوى او يو شمير روغتون ته ليږدول شوي دي .ناروې کې ٦٠٠٠ افغان کډوال اوسيږي.اوس مهال د اوسلو مرکزى کليسا م شران هڅه کوى چې ددولت او يو شمير ګوندونو سره په دې اړوند خبرې وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د حق ملگری", "output": "د حق ملگری حق ملګری د باطل سره ډغری وهی د حسین هیلی د قاتل سره ډغری وهی دا امانت او رسالت څنګ کی ولاړ ملګری په څرګند هوډ د یو پاګل سره ډغری وهی و� �ونو زموږ د ګران نبی دا نازولی لمهی د دین په لار کی د اجل سره ډغری وهی د فاطمی او د علی د سترګو تورته ګوری چی د یزید د بد عمل سره ډغری وهی مسلمه وروره راشه دغه بی شرفی وګوره یزید سپین سترګی د اتل سره ډغری وهی ځمکه ژړیږی اسمان ژاړی د غزا په میدان چی مو امام د یو جاهل سره ډغ� �ی وهی د ، منت بار ، اوښکی روانی دی وچیږی کله حسین د کفر د چل ول سره ډغری وهی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دولت د سپيرې ولسوالۍ له لاسه ورکړې", "output": "د هغه وسله وال بريد له امله چې تيره شپه پاکستان پولې ته نيږدې د خوست ولايت په سپيره ولسوالۍ تر سره شوى ، دغه ولسوالۍ د افغان چارواکو له لاسه وتلې ده . عيني � �اهدانو له بينوا سره منلې چې د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه له مينځه تللې او يو شمير دولتي چارواکي په کې مړه او ژوبل شوي دي . خوست کې يو امنيتي چارواکي منلې چې يوازې ٤ تنه دولتي پوليس ټپيان شوي او نوموړې ولسوالۍ يې بي� �ته تر خپل واک لاندې راوستې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوباما او مکين څوک دی؟ ( د جلالزی ليکنه)", "output": "اوباما او مکين څوک دی؟ ( د م.ج ليکنه) د امريکې د سږ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د دوو کاندیانو هر یوه جمهوري پلوه جان مکين او ديموکرات با� �ک اوباما له نومونو سره نن صبا ډیری نړیوال او په خاصه توگه اگثرا افغانان هم بلدتيا لري .اوباما خو يو ځل څو میاشتي دمخه افغانستان ته سفر هم درلود چې د ننگرهاراو کابل له ولایتونو څخه ېې لیدنه وکړه . افغانان چې اوس د خپل هيواد برخلیک د امريکې د سیاست والو په پریکړو پوري تړلی بولي د دې ټاکنو پایلو ته په زياته ليوالتيا په تمه دي. گټونکی به څوک وي؟ ؟ دا مسله به پر وخت د بینوا ویب پاڼي د خبرونو په برخه کې راځي خو مکین او اوبهاما څنگه پیژندلای شو؟ بارک اوبهاما انتخاباتی شعار: ( we believe in change) ( مونږ په بدلون باور لرو) بارک اوبهاما په خټه تور پوټوکی امریکايي دی، اصلی نوم ېې بارک حسین اوباما دی چې مور ېې سپین پوټوکي امریکايۍ او پلار ېې د کينيا تابيعت درلود . بارک اوبهما په امریکې کې زيږيدلی او پلار او مور ېې د هغه تر زوکړي لږ موده وروسته سره بیل شول چی پلار ېې بیا له یوې اندونیزیايۍ ښځي سره واده وکړ . با� �ک اوباما د خپل مور او پلار تر بیلتون وروسته د خپلې مورنۍ مور ( نيا) تر روزني لاندي ونیول شو چې هغه هم تيره ورځ د 86 کلونو په عمره مړه شوه . نوموړی 47 کاله عمر لري او په 2004 کال کې هغه وخت په یوه مطرح سياست واله څيره بدل شو چې د دیموکرات گوند په کنگره کې د یوې وینا پر مهال ېې د خپ� �ي صريح ژبی په مټ د خپلې وړتیا ثبوت وړاندي کړ . جان مکين: انتخاباتي شعار: ( اصلاح ات، شفافيت او سوله) جان مکين په خټه خالص امريکايی دې او په امریکې کې د ویتنام د جگړې د � �هرمان په توگه په صريحه او تنده لهجه شهرت لري . نوموړی 72 کاله عمر لري او د بریالی توب په صورت کې به د ام� �یکې تر ټولو د زیات عمر خاوند ولسمشر وي . نوموړي 5 کاله په ویتنام کی په بند کې هم تیر کړي او اوس د جمهوری غوښتونکو د گوند او ولسمشر بوش ته د ورنژدې سیاست والو او پوځي سلاکارانو له ډلي شمیرل کيږي . د نوموړي انتخاباتی شعار اصلاحات، شفافیت او سوله ده . نوموړی په عراق کې د ام� �یکايي ځواکونو تر قطعې بریالی توب پوري د امریکايي ځواکونو په شتون ټینگار کوي او افغانستان ته د مالي سرچینو په برابرولو د ټینگار کونکوامریکايي چارواکو له ډلي هم شمیرل کيږي. نوموړی په 1982 کال کې د امریکې د استازو د مجلس په ټاکنو کې بریالی شو او له هغه پس د امريکې په سياسي ډګر کې را څرګند شو . ميرويس جلالزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ژوند نغمه", "output": "راشه چی اشناغزل غزل دی کړم ټپه دی کړم راشه د وختونو د سپرلی خوږه وږمه دی کړم راشه د سپورمی له پلوشو درته امیل جوړ کړم � �اشه چی د حسن او ښکلا بله د یوه دی کرم راشه چه دی ستوری سپینی غاړی ته هارونه کړم راشه چی دی مینه کړم د ژوند مسته نغمه دی کړم راشه چی کو څه دی استانه د ملنگانو شی راشه چی مینا دی کړم د میو شنه پیاله دی ړرم راشه بلبلان درته په پښو کی په سجد و کړ مه تانده گل غوټۍ دی کړمه گل دی کړم غنچه دی کړم راشه شوندی گل اننگی گل سترگی دی گل کړمه ښکلی په هنر درنگ او حسن ترانه دی کړم راشه درنه جوړ چی زه ښایست د زما نو کړمه راشه د فطرت درڼا گانو سر چینه دی کړم راشه چی د مینی پټ رازونه درته ووایم راشه زه نصرت چی د زړگی کورکی د یره دی کړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ننګرهار کي دوه تنه د جاسوسې په تور وژل شوي دي", "output": "د ننګرهارپه چپرهار ولسوالۍ کي دوه تنه تیره شپه ایتلافي ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژل شوي دي. دغه دوه کسان چي خان محمد او محمد � �سیم نومیږی د نوموړي ولسوالۍ دګمبيل په سیمه کي د شپې لخوا په ډزو ویشتل شوي دي . دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي بلخوا د طالبانو یو ځایی ګروپ چي ځان د توري بوري اسلامئ محاذ بولي د نوموړو وژونو پړه په غاړه اخیستې ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلافي ځواكونه: په ترينكوټ كې ۱۵ تنه اورپكي وژل شوي", "output": "په افغانستان كې د دي ځواكو وياند تام كولينز پرون وويل چې د ارزګان ترينكوټ ښار ته نژدي مو د طالب جنګيالو پينځلس تنه پلويان په يو بريد كې له مينځه وړي دي. ويل كيږي د وژل شويو كسانو په ډله كې د طالبانو يو مشهور قوماندان هم ليدل شوي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهرات ګڼه خلکوپه یوه غونډه کی دکرزی ملاتړوکړ.", "output": "دچهارشنبی په ورخ دهرا ښاراستقلاهوتل کی دمدنی ټولنوپه نوښت سلګونه ولسی مشرانودینی علماواوجهادی قوماندانوپه یوه خوله پریکړه لیک دخبریالانوپه واک کی ورکړنړیواله ټولنی څخه یی وغوښته څوددوی په وینادافغانستان دخلکورائی ته په درښت سره دټواکنودخپلواک کمیسیون نتائج ومنی. دکهسان ولسوالی یوه استازی وویل دسیمی خلک یی دطالبانوپه تهدیونوسربیره دټاکنوصندقونوته لاړه ددوهم ځلپاره بیاداخطرپه غاړه نشی اخیستی. دغونډی دګډونوالوشمیرترپنځه سوه تنوزیات وښودل شواودنارینه وترڅنګ میرمنوهم ګډون پکی لاره.دحزب اسلامی ،افغان ملت ګوند،اوجمهوری غوښتونکودګوندونوله استازیوپه ځانګړی دول دلته دحضوریادونه وشوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزلبيا دې صحي نکړم په هغو سترګويو ځلې هم هغسې په مړو سترګوخير دی که زما سترګې دې بدې شيته خو راته ګوره په دا ښو سترګوزه دې کړم اشنا د شوګيرو سرهوړي مې خوبونه ستا اودو سترګوزه يم چې د زړه په سترګو تا وينمچا رڼا ليدلې په ړندو سترګوڅومره ترېنه وږي دي حيران يمهسترګې د خاطر ستا د مړو سترګو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ربیع الاول اودوفات النبي لړۍ (۲برخه)", "output": "بسمه تعالی !!!اللهم صل ع� �ی سيدنا محمد و علی آله و صحبه وسلم تسليما . محترمومسلم انانو! علماؤ دسير اودتاريخ ذکرکړيدي چي دهجرت په لسم کال چي پيغمبر داسلام دحجة الوداع په سفر ومکې مکرمي ته سره له خپلو جان نثارو اصحاب کرامو ولاړئ نو په داسي حال کښي چي دعرفي ورځ وه او داسلام پيغمبر سره له اصحاب کرامو دعرفات په ساحه کښي ؤ له الهي لوري پرده مبارک باندي دغه مبارک ايت نازل کړسو اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتي ورضيت لکم الاسلام ديناً . يعني اي موم نانو ! نن ورځ وکمال ته ورساوه ما دين ستاسي اوپوره مي کړ پرتاسي باندي نعمت خپل اوخوښ او غوره مي کړ ستاسي دپاره اسلام په حيث ددين .داسلام پيغمبر ددغه ايت مبارک له مضمون څخه دانتيجه ترلاسه کړه چي لکه چي له دنيا څخه ځمادرحلت اودانتقال وخت رانژدې سوئ دئ ، هو! دايوه مثبته قاعده ده چي هرشئ چي وکمال ته ورسيږي نوآفت دزوال اودنقصان ورپسي وي . بيت : چوافتاب به نصف ا� �نهار يافت کمال مقرر است که رويي نهدبه صوب زوال علماؤ دسيرفرمايلي دي چي داسلام پيغمبر وخپلوقدرمنواصحابوته په هغه خطبه کښي چي په عرفات کښي يې ودوۍ ته ويله له دغي ا� �ارې څخه اطلاع ورکړه اوورته وې فرمايل چي دحج مناسک له ما څخه په صحيح صورت زده کړۍ ، ښایي چي له دغه کال څخه ورسته به بيازه اوتاسي نه سره ووينو ، اوهمدارنګه یې ورته وفرمايل چي اې اصحابو ! د� �يامت په ورځ ځما په باره کښي له تاسي څخه داسي پوښتنه کړه کيږي چي : محمد صلی الله عليه وسلم په تاسو کښي څنګه ژوند تير کړ ؟ نوتاسي به ددغي پوښتني په جواب کښي څه واياست ؟ اصحابو کراموورته وفرمايل چي اې پرموږ باندي ګران اومحترم رسوله ! موږ به دقيامت په ورځ پردې خبره باندي ګواهي ورکوو چي تاپه ډيره فوق العاده طريقه سره الهي امانت چي وظيفه درسالت اودپيغمبرۍ ده ترسره کړه او و خ� �ګو ته دي دارشاد اودنصيحت حق په اعلی درجه ورپرځائ کړ . وروسته له دې څخه رحمة للعالمين رسول خپله مبارکه سبابه ګوته داسمان وطرف ته پورته کړه اوبيرته یې دځمکي وطرف ته راوړله اوداسي یې وفرمايل چي : « اللهم اشهد اللهم اشهد » يعني اې الله ته شاهد سه ! اي الله ته شاهد سه ! (يعني ځما داصحابو پردغه ذکر کړه سوې وينا باندي ) وروسته له دې چي داسلام پيغمبر د حج له سفرڅخه دمدينې منورې پرطرف راروان سو اوو «غدي� � خم » ته کوم چي دجحفې په علاقه کښي واقع يوځائ دئ راورسيدئ ، دماپښين دلمانځه او ل وخت � � داسلام پيغمبر سره له اصحابو کرامو په همدغه اول وخت کښي دماپښين لمونځ اداکئ ، بيایې واصحابو ته خپل مبارک مخ وروګرځاوه اوداسي یې ورته وفرمايل : « الست اولی بالمومنين من انفسهم » يعني ايا نه يم زه ډي� �سزاوار اولائق په مومنانو له نفسو اوله ځانو څخه ددوۍ ؟ ټولو اصحابو ورته وويل : « بلی يارسول الله ! » يعني هو ! اي دخدائ رسوله ! بيشکه ته په موږ سره ترموږ ډير ح� �داریې . الله جل جلاله په قران کريم کښي فرمايلي دي : « النبي اولی با لمؤمنين من انفسهم )» يعني نبي حضرت محمد ( صلی الله عليه واله وصحبه وسلم ) ډير لائق اوسزاوار دئ په مومنانو له نفسو ددوۍ ، وروسته د إسلام پيغمبر حضرت علي تر لاس ونيوئ او وې فرمايل :« د هر چاچي زه مولا يم نو علي بن أبي طالب هم د هغه مولا دئ » بيا يې و حضرت علي ته دغه پنځه دعاوي وکړې : اللهم وال من والاه يعني اې الله دوست ولره هغه څ وک چي حضرت علي د ځان دوست ګڼي .و عاد من عاداهاو دښمن ولره هغه څوک چي علي د خپل ځان دښمن ګڼي . واخذل من خذله او خپل مدت او کومک بند کړه له هغه چا څخه چي له علي څخه خپل کومک بندوي . وانصر من نصره او مدت وکړه د هغه چا چي مدت کوي د علي . وأدر الحق معه حيث کانَ يعني او راګرځوه حق له علي سره هر چيري چي دَی وي . د إسلام دوهم خليفه و حضرت علي ته وفرمايل : « بخ بخ بخ يا ابنَ أبي طالب ! أصبح تَ مولا کل مؤمن و مؤمنة » .يعني خوشحالي دي وي تا لره اې د أبوطالب ځويه ! ځکه وګرځيدلې ته مولا د هر مؤمن او د هري مؤمني . نظم :هر که را هست با علي کينه درسخن حاجت دراز ي نيست نيست در دستش آستين پدر دامن مادرش نيمازي نيست بيا وروسته د إسلام پيغمبر و خلګو ته وفرمايل چي داسي معلوميږي چي زه و عالمِ بقا ته دعوت کړ سوئ يم او ما هم ددغه دعوت اجابت وکړ ، اې أمتيانو پوه سۍ ! چي ما ستاسي په منځ کښي دوه � �ير لوۍ شيان پريښودل او يو په دغو دوو کښي له هغه بل څخه ډير لوۍ دئ : اول قرآنکريم ، دوهم أهل بيت ځما ، نو تاسي فکر کوۍ ا احتياط کوۍ په دې کښي چي وروسته له ما څخه به له دغو دوو شيانو سره څه قسم سلوک کوۍ ؟ او ددغو دوو � �يانو د حقوقو رعايت به په څه کيفيت او ډول سره کوۍ ، او دغه دوه شيان يو له هغه بله تر هغه پوري نه سره جلا کيږي چي د حوض کوثر پر غاړه وماته رارسيږي . البته ډيرو امتيانو د إسلام د پيغمبر دغه مبارک هدايت داسي نظراندازه کړ چي اضافه يې تصور هم نسي کيدلائ ، له أهل بيتو سره د جفاکارۍ او د بې التفاتۍ يوه لويه نمونه « يزيد» او دده ملګري وو . غزل : اې بجاي تو من وفا کرده تومکافات آن جفاکردهمن ترا چون بحشر تش نشوي وعدهء شربت صفاکرده بوده بيګانه و ترا باحقبه نصيحت من آشناکرده درمکافات توحسين مرابه غم آب مبتلا کرده آن حسين که جبرئيل اوراهر کجاديده مرحبا کرده فاطمه ازبرايي تربيتش صد سحراګاه � �بنا کرده او دارنګه د إسلام د پيغمبر ډيرو امتيانو بيا دده مبارک ذکر سوئ وصيت د قرآنکريم په باره کښي داسي صرف نظر وګرځاوه چي هيڅ يو حکم له أحکامو د قرآنکريم څخه نسته چي دوۍ دي د هغه مخالفت نه وي کړئ ، بلکي أکث� �و مسلمانانو داسي طرز او رويه غوره کړېده چي و رسم او و رواج او و قومي عنعناتو ته ، بلکي و کفري فلسفو او أصولو ته چي نيغ په نيغه او په ښکاره ډول د قرآنکريم خلاف دي ، د قرآنکريم پر هداياتو باندي و هغوۍ ته حق د اوليت و� �کوي ، حتی په قرآني هداياتو عمل کول د تسفل او د تنزل سبب ګڼي ، لکه چي د موجوده زمانې أکثر تش په نامه مسلم انان او د دوۍ حکمرانان ددې خبري واضح مثالونه دي . علماؤ د سيَر او د تاريخ ذکر کړيدي چي په حجة الوداع کښي د « منی » په شپو کښي د « إذاجآءنصرالله» مبارک سورت نازل سو ، د إسلام پيغمبر و جبرئيل ته وفرمايل چي اې جبرئیله ! له دې سورت څخه داسي معلوميږي چي الله پاک ماته خبردارئ راکوي چي له دې دنيا څخه به رحلت کوم ؟ حضرت جبرئیل په جواب کښي د إسلام و پيغمبر ته وويل چي « وللآخرة خيرلکَ مِنَ الأولی » يعني اې د خدائ محترم رسوله ! له دنيا څخه په رحلت کولو کښي ستا دپاره هيڅ د پريشانۍ او د تشويش ځائ نسته ؛ ځکه چي قسم په خدائ دئ چي خامخا آخرت ستا دپاره ډير بهتر دئ له دنيا څخه ! د إسلام پيغمبر ددغه مبارک سورت له نازليدو څخه وروسته پکارو د آخرت کښي له اندازې څخه زيات کوښښ شروع کړ او دغه مبارکي کلمې بې په تکرار سره ويلې : « سبحانکَ اللهم و بحمدِکَ ، اللهم ! اغفرلي إنک أنت التواب الرحيم » . څرنګه چي أصحاب کرامو د إسلام د پيغمبر له مبارکي خولې څخه دغه کلمې ډيري اوريدلې نو يې وده مبارک ته عرض وکړ چي يا رسول الله ! څه وجه ده چي دغه کلمې ډيري وایې ؟ ده مبارک و خپلو أصحابو ته په جواب کښي وفرمايل چي اې أصحابو ! پوه سۍ ! او ځانونه خبر کړۍ ، زه الله (جل جلاله ) و عالمِ بقا ته بللئ يم ( يعني له دنيا څخه رحلت کونکئ يم ) په دغه حال کښي د إسلام پيغمبر وژړل ، أصحابِ کرامو ورته وويل چي اې د کآئناتو سرداره ! ته له مرګ څخه ولي ژاړې ، ستا دپاره خو هيڅ غم نسته ؛ ځکه په يقيني ډول الله پاک و تاته ګذشته او آينده ټول دربخښلي دي ، لکه چي الله پاک فرمايلي دي :« إنافتحنالک فتحًا مبينًا لِيَغفرلک الله ما تقدم من ذنبک و ماتأخر » ؟ د إسلام پيغمبر په جواب کښي و خپلو أصحابو ته وفرمايل چي اې أصحابو ! د مرګ سختي او د قبر تنګي او د لحد تاريکي او أهوال او مشک� �ات د ورځي د قيامت ټول راتلونکي دي ، نو ځه به ولي نه ژاړم . محترمو مسلمانانو ! د إسلام د پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) له دغه کلام څخه مقصود هدايت او ارشاد ؤ و أمتيانو ته ، ورنه د إسلام پيغمبر خو � �ه دغو ټولو مشکلاتو څخه مصئون او محفوظ ؤ . محترمو مسلمانانو ! د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) يوه مياشت له وفات څخه دمخه خواص د أصحابِ کرامو د حضرت عآئشې (رضي الله تعالی عنها ) په کور کښي سره راجمع کړل ، کله چي دده مبارک نظر پر خپلو ګرانو أصحابو باندي ولويدئ نو د رحمت او شفقت له وجي او له خپلو أصحابو څخه د هجران او د فراق له وجي يې تر سترګو مبارګو اوښکي راوبهيدلې . نظم : وداع يار و ديارم چو بګذرد بخيال شود منازلم ازآب ديده مالامال ميان آتش سوزنده ممکن است آرام ولي در آتش هجران قرار صبر محال وروسته يې و خپلو أصحابو ته په دعا شروع وکړه او داسي يې وفرمايل : « مرحبًا بکم و ح ياکمُ اللهُ بالسلام جمعکم الله رحمَکم الله ، حفظکم الله ، جبرَکم الله ، نصرکمُ الله ، رفعَکم الله ، وفقکم ا� �له ، قبِلَکم الله ، آواکم الله ، وقاکم الله ، سلمکم الله ، رزقکم الله » . بيا يې و أصحابو ته په نصيحت شروح وکړه او ورته وې فرمايل چي زه وتاسي وصيت کوم په تقوی او پرهيزګاري سره او په دې سره چي هميشه به له الله (جل جلال ) څخه ويريږۍ او تاسي پر الله تعالی سپارم او د الله پاک له عذابو څخه تاسي ويروم ، اې أصح ابو ! بايد چي د الله (جل جلاله ) پر بندګانو باندي کبر او لويي ونکړۍ او په ښارو او علاقو کښي د فتنې او د ظلم دروازې خلاصي نکړۍ ؛ ځکه چي الله ( جل جلاله ) فرمايلي دي چي سرائ د آخرت ( يعني نعمتونه د آخرت ) د هغه چا دپا� �ه دي چي دوۍ نه غواړي چي په مځکه کښي تکبر او لويي وکړي او نه دا غواړي چي فساد ، خرابي او طغيان په مځکه کښي وکړي ، او نيک أنجام خاص متقيانو لره دئ . أصحابِ کرامو چي کله د إسلام د پيغمبر دغه مبارکي کلمې واوريدلې نو دا يې ورڅخه وفهموله چي لکه چي دَی مبارک له موږ څخه د دارالبقا پر طرف رخصتيږي او دغه ټول تاکيدات او مبالغې چي پخپله مبارکه توصيه کښي يې کوي دا پر دې باندي دلالت کوي چي سفر د آخرت يې رانژدې سوئ دئ او هغه وخت بيخي ژر راتلونکئ دئ چي دَی مبارک به و خدائ ته او و سدرة المنتهی ته او و جنت المأوی ته او و � �فيق أعلی ته روانيږي ، نو يې وده مبارک ته وويل چي يا رسو ل الله ! و تاته به غسل څوک درکوي ؟ د إس� �ام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وفرمايل چي ځما په أهل بيت کښي هغه څوک چي و ماته ډير نژدې دئ هغه به غسل � �اکوي . بيا أصحاب کرامو ورته وويل چي اې د خدائ رسوله ! ستا کفن به له کومو جامو څخه درکوو ؟ ده مبا� �ک ورته وفرمايل چي ځما کفن يا له دغو جامو څخه راکۍ کومي چي مي أغوستي دي ، يا له مصري او يا يمني جامو څخه کفن � �اکۍ او يا له يو بل قسم سفينو جامو څخه کفن راکۍ . بيا أصحابو ورته وفرمايل چي يا رسول الله ! ستا د جنازې لمونځ به د چا په امامت تر سره کيږي ؟ په دغه وخت کښي ټول أصحاب کرام په ژړا او بغارو سول ، د اسلام پيغم بر هم وژړل ، او و دوۍ ته يې و فرمايل چي صبر کوۍ او بې تابي مه کوۍ ، الله ( جل جلاله ) دي پر تاسي باندي رحمت او مه� �باني وکړي او الله تعالی دي ستاسي ګناوي دروبخښي او الله پاک دي ستاسي د پيغمبر له طرفه و تاسي ته د خير جزا او بدله درکړي ، کله چي ماته غسل او کفن راکړۍ نو بيا ما پر جنازه باندي کښيږدۍ او بيا مي په دغه کور کښي د قبر پر غاړه باندي پر جنازه باندي پريږدۍ او يو ځل ټول دباندي راڅخه ولاړ سۍ او په دې پوه سۍ چي اول څوک چي ځما د جنازې لمونځ به ادا کوي هغه به ځما دوست حضرت جبريل وي ، بيا به له ده څخه وروسته حضرت ميکاييل ځما دجنازې لمونځ ادا کړي ، بيا به له ده څخه وروسته حضرت اسرافيل ځما دجنازې لمونځ ادا کړي ، بيا به ملک الموت سره له يوې ډلي د م� �ائکو ځما دجنازې لمونځ ادا کړي ، بيا به تاسي ډله ډله راځۍ او ځما د جنازې لمونځ به ادا کوۍ ، اول به ځما د أهل بيت نارينه انسانان ځما د جنازې لمونځ ادا کړي ، بيا به ځما د أهل بيت ښځي او زناني ځما د جنازې لمونځ ادا کړي ، وروسته به بيا پاته أصحاب ځما ، ځما د جنازې لمونځ ادا کړي . بيا أصحابو عرض ورته وکړ چي يا رسول الله ! و قبر ته به ستا داخلول څوک کوي ؟ د إسلام پيغمبر وفرمايل چي ځما أهل بيت سره له يوې ډلي د مقربو ملائکو به ما و قبر ته داخل کړي ، چي تاسي به دغه ملائکي نه وينۍ او دوۍ به تاسي ويني ، بيا د إسلام پيغمبر و ده ته حاضر سوي أصحاب په خير او نيکي سره ياد کړل او بيا يې ورته وفرمايل چي و هغه أصحابو ځما ته ځما سلام ورسوۍ کوم چي له ما څخه غائب دي او وهغه ټولو خلګو ته ځما سلام ورسوۍ چي د قيامت تر ورځي پوري راتلونکي دي او ځما د دين پيروي کوي . بيت : روزي که زتو سلام باشد ما ر ا آن روز فلک غلام باشد ما را اې د حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) مخلصو ام تيانو ! د أمت مهربان رسول د خپلو أصحابو په لاس و تاسي ته خپل سلامونه ورکړيدي او اوس ما له همدغي ورکړي څخه و تاسي ته اطلاع درکړه ، نو د خپل پيغمبر د سلام جواب عقيدةً او أخلاقًا ، قلبًا او لِسانًا او عملا بايد ورکړۍ ، په دې ډول چي خپل ايمان او عقيده برابره کړۍ او خپل أخلاق برابر کړۍ او د خپلو � �قوالو او أعمالو تصحيح وکړۍ او د زړه په حضور او د زړه له جوش ، خروش او له ميني څخه ډک د خپل پيغمبر د سلامو په جواب کښي د : و عليــــــــک الســــــــلام يا رسول الله ! اواز له خولو څخه � �وباسۍ . ( مدارج النبوة ، روضة الشهدآء و غيره ) والسلام نوربيا . . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان حال", "output": "لوړې ژورې, شاړې دښتې شنې درې مې دملکټولې زما په وینو سرې دی زه به چیری ولاړشم په ستړو خوارو مې دقام ټول هیوادونه ډک دی خدایه! دا څه سختې شېبې دې زه به چیری ولاړشم چې د جهان سوکالې ووینم نیمه, نیمه شمپرما د غم توری تیاری دی زه به چیری ولاړشم زه د بیوزلو په حال ژاړم دخوارانو مل یم دلته ځوری کیږی که هوری دی زه به چیری ولاړشم زما کیسه کی بی له غمه به نور څه نه اشناپه غم لړلی افسانۍ دی زه به چیری ولاړشم څوک به پیدا شی چې په خوار ولس می زړه وسو ځوی په هر زړه سواند مې دا ناری دی زه به چیری ولاړشم زبیده زړونه لټوم چې په کی درد پیدا کړم خو افسوس دا کیسی زړې دی زه به چیری ولاړشم بیا دې جهان کړل راته اور د مظلوم یار قلمه دا څه د ويری سوی نغمې دی زه به چیری ولاړشم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پوليسو،طالبانو او ملكيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده", "output": "د زابل امنيتي چارواكي وايي چې نن د زابل په بېلابېلو امنيتي پيښو كي لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده لمړۍ پېښه نن د زابل په سيوري ولسوالۍ كې رامنځته سوېده د زابل د امنيت امر وايي چي دسړك جوړوني يو موټر دسړك د غاړي پرماين ختلي چي له امله يي درې ملكي كاركوونكي ژوبل كړيدي همدارنګه د زابل امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ بينوا ته وويل چي نن افغان او بهرنيو ځواكونو كلات ته نژدي د طالبانو پرضد عمليات تر سره كړل چي دده په خبره تر شلو ډير وسله وال يي وژلي او لسګونه يي ژوبل كړيدي ده وويل چي د يوشمير طالبانو جسدونه يي ترلاسه كړيدي او هم يي يو شمير وسلي او مهمات د عملياتو په سيمه كي ترلاسه كړيدي ده وويل چي د عملياتو په ترڅ كي د پوليسو يو رنجر پر ماين ختلي چي په ترڅ كي يي څو پو� �يس هم وژل سويدي د يادو سويو دواړو پيښو په اړه تر اوسه پوري طالبانو رسنيو ته څه ندي وي� �ي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې لاریون ورو ورو غلی کیږي", "output": "کابل: سره له دې،چې د خیرخانې کوتل له سیمې خوټېدلی لا� �یون د کابل مرکزي واټونو ته رسېدلای، خو وضع ورو ورو خپل اصلي حالت ته اوړي. په قوای مرکز کې هغه لاریون کوونکي،چې د حاجي ورګ د کور مخې ته ولاړ و بالاخره د پولیسو په هوایي ډزو له سیمې وتښتېدل. دلته د ۲۵ په شاوخوا کې لاریون کوونکي و،چې شنې پټۍ یې په لاس کې وې او ځینو یې د احمدشاه مسعود تصویرونه په لاس کې نیولي و، د یوې موسسې وره ته درېدلي و. دوی موسسې ته اور ورکړ او لوګي یې تر اوسه خیژي. لاریون کوونکي د یوه منظم پلان له مخې پر بې� �ابېلو برخو وېشل شوي او په فرعي کوڅو کې ولاړ صرف موټر یې د ماتېدو پرمهال مشخصو سیمو ته لېږدوي. یو شمېر لاریون کوونکي د کلوله پشتې بر مرکزي سړک تېر شول او د کلیدمیډیاګروپ په وړاندې یې یوې غرفې ته اور ورکړ، وروسته دغه ډله د کابل سټی سنټر په لور لاړه او هلته یې پر هوټل هم ځو کاڼي وورول. غوسه ناکو لاریون کوونکوپه نوښار کې پاملرنې موسسې او پیزا هوټل ته اور واچاوه او پر سرینا هوټل یې هم کاڼي وورول. د دارالامان په لور تلونکیو لاریون کوونکو،چې د امریکایي سرتېرو په ځار پسې روان و، پر لاره د اریانا تلویزیون پر دفتر برید وکړ. سره له دې،چې څینې موټر او نور وسایل یې وسوڅول، خو د پولیسو او ملي اردو د سرتېرو په رارسېدو سره وضع ارامه شوه او اورووژونکیو اور غلی کړ. اریانا تلویزیون خپلې خپرونې جاري ساتلې دي. اوس هم د کابل په څینو سیمو کې ډزې اورېدل کیږي، خو له وضعې داسې برېښي،چې لاریون کوونکي مات شویدي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ایساف د هلیکوپټر په سقوط کې ۱۶ کسان ووژل شول", "output": "اسحاقزۍ د ایساف ځواکونو یوه چورلکه نن سهار دوخته د کندهار په ولایت کې را ولویده. د ناټو له قوماندانۍ څخه یو خپور شوی بیان وایې چې په دغه پیښه کې شپاړس تنه وژل شوي چې له ناټو ایساف سره یې د قرادادیانو په توګه کار کاوه خو پوځیان نه وو. د ایساف په بیان کې د کندهار په ولایت کې د دغې چورلکې د لویدو ځای ځایګی او علت نه دی څرګند شوی خو تر دې دمخه طالبان په زابل کې د یوې چورلکې د نسکوریدو ادعا کړي وه. د دغه خبر تر خپریدو پوري دطالبانو ویاند په دغه پیښه بي خبري وښوده خو زیاته یې کړه چې دوي د دې پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوې هاکوګاني", "output": "دوه هایکو گاني2008/01/31 ښه کامیابي وه د میوند جګړه کې نن ېې لیلام افغانستان کړ بچودا میکناټن چې مې انګړ کې ولید ما ویل سري شونډي دې په څو خرڅوي دې ویل دوستانو ته قیمت نلريما ویل را وتله یو دوه چارکه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا په قبايلي سيمو کي د نورو حملو تهديد کوي (هاري)", "output": "امريکا په قبايلي سيمو کي د نورو حملو تهديد کوي د متحده ايالاتو په مطبوعاتو کي، افغانستان ته د نورو اضافه امريکايي عسکرو استول، په پاکستان کي د امريکايي هوايي او مځکني بريدونو ډېرېدل، او د افغانستان د رواني وضعي په باب د امريکايي جن� �الانو د اندېښنو زياتېدو توجه جلبه کړېده. امريکايي مطبوعاتو ددغو فيصلو پر عواقبو باندي خبري کړي او هم يې د يو لړ سياسي او نظامي مبصرينو تبصرې را غونډي کړيدي. دلته فقط دوو ورځپانو غټ ټکي بيانېږي. البته، دلته او هلته ځيني تبصرې هم ورسره ضميمه سوي دي. د باسټن گلوب اخبار د سپټمبر پر لسمه ليکي: جمهورريس بوش د ملي دفاع په پوهنتون کي اعلان وکى چي افغانستان ته به نور اضافه عسکر واستوي. هغه وويل: موږ په عراق کي محسوس پرمختگ کړى دى، او اوس بايد خپله توجه افغانستان ته واړوو. په افغانستان کي، د سترو چلنچونو سره مخامخ يو. جمهورريس بوش د امريکا د ملي دفاع پوهنتون کي په يوې مهمي وينا کي وويل: په عراق کي عراقيان خپله د حکومت او امنيت چاري په غاړه اخلي. د الانبار په ايالت کي، د امنيت مسوليت عراقي ملکي چاوراکو ته وسپارل سو. دوه کاله پخوا ددې پېښي اټکل هم نسو کېداى، الانبار په عراق کي تر ټولو خطرناکه ځاى وو. القاعده د ښار په هر گوټ کي فعاله وه، خو نن ورځ القاعده په گرده عراق کي د امريکايي عسکرو د تعقيب او زار لاندي د تېښتي او ماتي په درشل کي ده. زموږ پالسي او سرج بالاخره کار ورکى. په بغداد او نورو ښارونو کي نسبي امنيت راغلى دى. په عراق کي، د دغه او همدا راز نورو عملياتو په نيتجه کي، مرگه ژوبله او تشدد د کال ٢٠٠٤ د پسرلي په تناسب را کښته سوى دى. د ملکي کسانو وژل را ټيټ سوي دي، فرقوي قتلونه کم سوي دي، ځآنمرگي حملې کمي سوي دي، او د عراق په گوټ گوټ کي عادي ژوند بېرته اعاده کېږي.. . په داسي حال چي القاعده په عراق کي تر زياتېدونکى فشار لاندي ده،ټروريسټان يو ځل بيا په هغه ځاى کي فعاله سوه چي همدا مبارزه پکي پيل سوه. هغه زياته کړه په افغانستان کي په تعليم او تربيې، صحت، کميونيکېشن، او اقتصاد کي زيات پرمختگونه سوي دي، خو نورو ته هم اړيتا سته. مگر د متحده ايالاتو د جمهوري رياست لپاره ديموکرات کانديد، سناتور اوباما، د بوش په جواب کي وويل: په څه چي جمهورريس بوش او سناتور مکېن نه پوهېږي، هغه دا چي د تروريزم پر خلاف د مجادلې مرکز په عراق کي نه بلکي د مقابلې اصلي ځآى د پاکستان او افغانستان سرحدي سيمي دي. له همدې ځايه پر موږ حمله وسوه. نن ورځ، طالبان يو ځل بيا په تهاجم کي دي، القاعدې د سېب نوي ځانونه ميندلي دي، او پرله پسې تبليغات کوي. خو د جمهورريس بوش په دوران کي، د افغانستان په پرتله په عراق کي څلور برابره عسکر لرو. بده لا دا چي د القاعدې د نوغي د ايستلو � �پاره يو هراړخېز تجويز هم نلرو. نيويارک ټايمز ورځپاڼه د سپټمبر پر ١١ باندي ليکي: د بوش د ادارې ځيني عالي رتبه مامورين وايي: جمهورريس بوش د جولاى په مياشت کي يو حکم لاسليک کى چي امريکايي عسکرو ته اجازه ورکوي د پاکستان له مخکنۍ اجازې څخه پرته په هغه هيواد کي د ټروريسټان پرخلاف مځکني عمليات وکي. يو لوړ پوړى چارواکى وايي: په قبايلي سيمو کي حالات له قابو نه وتلي دي. موږ بايد څرگند دريځ غوره کوو. پدې کال کي، څو ځله امريکايي عسکرو د القاعدې او طالبانو د وژلو په مقصد د پاکستان په خاوري ننوتلي دي. هلته يې په ساعتونو ساعتونو عمليات کړيدي. د دې خبر د خپرېدو څخه وروسته، د پاکستان حکومت رسما سخت عکس العمل وښود، خو مطبوعات وايي چي په خصوصي ناستو کي پاکستاني مامورينو منلي چي امريکا اجازه لري د پاکستان په خاوره کي عمليات وکي. مانا داچي په رسمي توگه به پاکستان څه غالمغال کوي، نارې به وهي، خو د ام� �يکايي عسکرو د عملياتو مخه به نه نيسي. ځينو پاکستاني چارواکو ويلي دي چي دوى د امريکايي قوې د پلي کېدو پر ځاى د سي اې ې د بې پېلوټه الوتکو حملو ته ترجيح ورکوي. ښايي په هغه صورت کي، څه عزت وساتل سي. خو امريکايي قوم ندانانو بار بار خپلو سياسي مشرانو ته ويلي چي په افغانستان کي د سولي د ټينگولو لپاره د پاکستان د قبايلو پاکول ضروري دي. حقيقت همدا دى. بايد اضافه سي چي په سيمه کي ثبات، سوله او د امنيت ټينگېدل په دې پو� �ي اړه لري چي د پاکستان استخبارتي اداره_ اې ايس اې_ پدې اړه د زړه له کومي څونه مرسته کوي. څرگنده خبره ده چي اې ايس اې بايد تصيفه سي. د ضيا الحق له دورې راهيسي، د پاکستان پوځ او استخباراتو د سيمي د مذهبي سياسي گروپونو او گوندونو سره دوامداره همکاري پيل کړېده.په سيمه کي، د مذهبي ډلو د قوت او ډېرېدو يو عامل د اې ايس اې او مذهبي افراطيت نژدې او خطرناکه اړيکي دي. القاعده او د هغې سره مربوط مذهبي ډلي ددې سيمي لپاره د ناسور زخم دى. د پاکستان د پوځ همدا غلطه او زيانمنه پاليسي به بالاخره خپله پاکستان هم خراب او سټ کي. پاکستان ته د امريکايي عسکرو داخلېدل يو ښه او مثبت انکشاف دى. افغانان بايد ددې پاليسۍ ملاتړ وکي. پاکستان د اسلامي مذهبي افراطيت او ټروريسټي فعاليتونو مرکز دى. که چيري په پاکستان کي د القاعدې د قات� �انو د سېب ځايونه، کمپونه، او تر ولکې لاندي سيمي پاکي نه سي، په افغانستان، هند، او سيمه کي مذهبي او فرقوي جنگونه نه ختمېږي. پدې سيمه کي، پرله پسې مزمنو سياسي ناکراريو د اقتصادي ودي مخه نيولې ده. د پاکستان پوځ او اې ايس اې دوه مخۍ پاليسي غوره کړې ده. يو خوا، د افغانستان او امريکا دښمنان ساتي، او ب� �خوا، د امريکا څخه دوامداره مالي مرستي غواړي. د هند سفارت په انتحاري حملې کي د اې ايس اې رول او محوري نقش په سيمه کي د مذهبي افراطيت او د پاکستان د پوځ روابط لا اشفا کړل. امريکا مجبوره ده چي پر پاکستان باندي فشار واچوي. د ١٩٨٠ په کلونو کي، امريکا، پاکستان، او سعودي عربستان په گډه مذهبي افراطيت تقويه او و روزه. مگر اوس امريکا، پاکستان، افغانستان، هند او د سيمي اکثره ملکونه مجبوره دي چي يو ځل بيا په گډه او همکارۍ د م� �هبي تشدد او افراط مخه ونيسي. دا يوه حياتي مسله ده. بايد چاره يې وسي. مگر يوازي په نظامي لارو چارو باندي مذهبي افراطيت نه ماتېږي. د مذهبي افراطيانو د ماتولو لپاره بايد هم په ستراتيژۍ کي بدلون را وستل سي، او هم د يوې لنډې مودې لپاره د امنيت د ټينگولو په غرض ناکرارو سيمو ته اضافه عسکر واستول سي. د امريکا � �وى درستيز د متحده ايالاتو د کانگرس يوې کمېټې ته وويل:زه پدې باور نه لرم چي وايي موږ به په افغانستان کام يابه سو. مگر زه باور لرم چي کېداى سي موږ برى تر لاسه کوو. هغه زياته کړه چي د افغانستان او پاکستان لپاره پر يوې هر اړخيزي ستراتيژۍ باندي غور کوي. هغه وويل: افغانستان او پاکستان سره تړلي دي. ياغيان د پلو پر دواړو غاړو باندي فعاله دي. هغه وويل: موږ نه سو کولاى چي په وژلو برى تر لاسه کوو. د متحده ايالاتو د دفاع وزير ښاغلي گېټس همدې کمېټې ته وويل: د ټروريزم پر خلاف جنگ په همدې سيمه کي پيل سو، او بايد همدلته ختم سي. په افغانستان کي روانو جنگونو د امريکا عالي رتبه پوځي مامورين سخت اندېښمن کړيدي. (واشنگټن پوسټ: سپټمبر ١١، ٢٠٠٨) پدې سيمه کي د مذهبي افراطيت د کمزوره کولو او بيا بيخي ورکولو يو بل اړخ اقتصادي د� �. همدا اوس، په سيمه کي اکثره ځوانان بېکاره دي. انفلېشن ٢٤ فيصده دى. برق نوبتي سوى دى. د خوراکي م وادو قيمتونه په حيرانونکي توگه جگ سوي دي. افغانۍ او روپۍ دواړو خپل ارزښت له لاسه ورکړى دى. همدا، شريره اقتصادي لړۍ بايد ختمه سي. د سيمي د ځوانانو لپاره بايد د عصري تعليم، کار، امنيت، او اقتصادي رشد او پ� �اختياچانس برابر سي. د بياودانولو ستري عامه پروژې بايد سمدستي فعاله سي، څو هم د بېکاره ځوانانو لپاره کارونه خلق سي، او هم د طالبانو او القاعدې لپاره د نويو غړو نيول گران سي. د سړکونو جوړول، د مکتبونو ودانول، د برق او اوبو د برابرولو لپاره جدي اقدام کول، د اوبو د بندونو د جوړولو بند و بست کول، او لنډه داچي په اقتصادي سکتور کي پوره پانگه اچونه او وده د طالبانو او القاعدې د ماتولو لپاره ضروري لمړني شرايط دي. همداراز، عصري علوم بايد تسدريس او عام سي. د بېسوادۍ پرضد بايد هرو مرو هر اړخيز اقدام وسي. د م علمينو د تربيې او روزني ته جدي پاملرنه وسي. په عالي تحصيلاتو باندي ښايسته زياتي پيسې ولگول سي. د طالبان � �پاره زهرجنه فضا روښانه او باسواده مدني ټولنه ده. همدا، د طالبانو او القاعدې د راايسارولو لپاره تر ټو� �و ښه اوده ده. د همدې ورځپاڼي د سپټمبر د لسمي په گڼه کي راغلى وه چي په واشنگټن کي د اسامه بن � �ادن د نيولو پر ستراتيژۍ باندي بحثونه روان دي. په واشنگټن کي عالي رتبه مامورينو د بن لادن د نه نيولو په دلايلو کي پر نظامي قوې باندي زياته تکيه کول، د عراق د جنگ فشارونه او ضرورتونه، او تر ټولو مهمه دا چي په قبايلي سيمو کي د درستو او ثقه استخباراتو نه لرل، يادوي. ويل کېږي چي بن لادن تل په حرکت کي دى، له س� �فون او نورو الکترونيک اړيکو څخه ليري ښوري، او يوازي پر مخبرانو او ليکل سوي نوټونو او پورزو په استولو ګوزاره کوي. د هغه سره تل يوه کوچينۍ امنيتي ډله ورسره ده چي اکثره د سعودي عربستان دي. د بن لادن په ساتنه کي محلي طالبان، ملايان، او يوه ډله مذهبي مزدور خارجي او محلي ډانگيان هم ونډه لري. هغه په سيمه کي د خپل ځان د ساتلو لپاره څو پټ او امن مرکزونه او کورونه لري. ورځپاڼه ليکي: محلي چارواکي وايي چي سيمه ايز خلک بايد پخلا او راضي کړى سي. د يوه بغاوت د ماتولو لپاره د سيمه ايزو خلکو همکاري جلبول يوه حياتي او ضروري مسله ده. د ښورښ او بغاوت د ماتولو چاره د عامه او محلي خلکو گټل دي. په بل صورت کي، يو خارجي طاقت م جبوره دى چي په زرهاوو عسکر پر له پسې ور واستوي. امريکايي مبصرين وايي د عراق جنگ يو بنيادي غلط حرکت وو. د واشنگټن پوست ورځپاڼه د سي اې ې د پخواني مامور او ليکوال، مايکل شوور، له قوله وايي: موږ م جبوره يو چي د پاکستان قبايلي سيمو ته ور ننوځو. موږ بله چاره نلرو. راتلونکى جمهورريس ته به يو داسي کب پاته وي چي همدا اوس يې لا بد بوى ځي. د پاکستان د قبايلي سيمو پخوانى ملکي مامور، محمود شاه، وايي: که چيري تاسو اسامه بن لادن ونيسئ، پرابلم به حل سي. ښايي تاسو به کب ونيسئ، خو ښايي چي ټول ډڼډ ورسره زهرجن کى. پښتون نشنلسټ او سياسي مبصر، افراسياب خټک، وايي: پاکستان کله نا کله د القاعدې دوهمه درجه غړي ونيسي او سي اې ې ته يې پدې مقصد تسليموي چي له واشنگټن څخه پيسې واخلي. هغه وايي: د بوش اداره پخپله ځان غولوي. د لمړۍ ورځي را پدې خوا، پاکستاني جنرالانو دوه مخۍ پاليسي غوره کړېده. دا يوه رسوا او ښکاره معما ده. په پېښور کي، د عوامي نشنل پارتۍ ريس ښاغلي خټک وايي د کال ٢٠٠٠ راهيسي يې امريکايي مامورينو ته د القاعدې او پاکستاني استخباراتو تر مينځ د نژدو اړيکو په باب څو ځله خبردارى ورکړى دى. هغه زياتوي: موږ امريکايانو ته ويل: دوى دلته دي. امريکايانو به راته ويل: نه، نه. دا داسي به هم نوي؟ جنرال مشرف متعهد دى او هغه زموږ سره دى. په واشنگټن کي، اوه کاله وروسته، د افغانستان او پاکستان د مسايلو په باب غونډي، فعاليتونه، او خبري په سيمه کي د بوش د پاليسيو پر ناکامۍ باندي دلالت کوي. اوه کاله وروسته، پر هغو اقداماتو باندي خبري کېږي چي په لمړيو کلونو کي يې بايد چاره سوې واى. په بل عبارت، پوره اوه کاله ضايع سول. ددې ليکوال نظر دا دى چي د بوش د دورې ختمېدو ته فقط څلور مياشتي پاتي دي. زه فکر نه کوم چي د ښاغلي بوش پلاس به افغانستان جوړ سي. لدې ادارې څخه د بدلون او پرمختگ تمه مه لرئ. د افغانستان او پاکستان د رواني وضعي په اړه په واشنگټن کي راولاړه سوې اندېښنه پر ځآى او ضروري ده. متحده ايالات بايد په سيمه کي پر خپلي ستراتيژي باندي هر اړخېز تجديد نظر وکي. مخالف او متنوع تحليلونو او دريځونو ته غوږ ونيسي، او د يوې دومداره کامبابۍ لپاره يوه نوې او واقعي ستراتيژي غوره کړي. د طالبانو د رانسکورولو سره سم، د بوش حکومت افغانستان پرېښود او د عراق د نيولو دسيسه يې وتړله. همدې غلفت د القاعدې قاتلانو او طالبانو ته ددې فرصت برابر کى چي بېرته ځانونه سره منظم کاندي، او په سيمه کي بې امني، ډار، او ټرور يزم خور کي. هغوى پدې څو وروستيو مياشتو کي، د کندهار محبس مات کى؛ پر امريکايي پوځي اډو باندي يې جبهيي او پېچلي نظامي حملې تنظيم کړې؛ د کابل په زړه کي يې انتحاري او قاتلانه حملې وکړې؛ او د مجاهدينو د کاميابۍ د ورځي په جشن کي يې د کرزي د حکومت ټول مراسم د خندا او ځغاستي په مسابقې بدله کړه. لدې حالت څخه راوتل پکار دي. والسلام. هاري - واشنگټن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست كې ځانمرګې بريدمرګ ژوبله رامنځته كړه", "output": "دخوست ښار دبانك رياست ترمخ دپوليسوپرموټر ځانمرګى بريد وشو. د خوست ولايت د عامه افكارو او مطبوعاتي دفتر امر سمونوال وزيربادشاه وويل چې دغه بريد نن ورځ د خوست ولايت د بانك رياست ودانۍ ترمخ ترسره شوچې له امله يې درې تنه عام وګړي چې دبانك ترمخ دسړك پرغاړه ناست موچيان هم پكې شامل دي وژل شوي او د دې ولايت د تاسيساتو د پنځو تنو پوليسو په شمول نامالوم شمېرعام وګړي ټپيان شويدي.د پېښې عيني شاهدان وايي چې دغې ځانمرګې بريدكوونكي د پوليسو پر موټر په يادشوي ځاى كې ځان وژونكى بريد وكړ چې په ترڅ كې يې درې تنه عام وګړي وژل شوي اوپه نوموړي موټركې سپارۀ دخوست ولايت د تاسيساتوقوماندان شاه محموداوڅلوروتنو پوليسو په شمول ګڼ شمېرعام وګړي ټپيان شوي د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل محمد ين محمدي وويل چې په پېښه کې څلور تنه عام وګړي وژل شوي او د پوليسو او عامو وګړيو په ګډون درې دېرش (۳۳) تنه ټپيان شوي دي . د پېښې په اړه بشپړمالومات به وروسته خپارۀ شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره داضافي پيسو غوښتنه", "output": "٢٧ د غبرګولي ١٣٨٤ د برطانيې د شيفلډ په ښار کې د نړۍ د اتو لويو صنعتي هيوادونو استازي پرون د خپلې دوه ورځينۍ غونډې په پای کې په دې سلاشول چې په افغانستان کې د نشه يې توکو سره د مبارزې لپاره به يوه اندازه اضافي پيسې لګوي. د جي اته يا د نړۍ د اتو لويو صنعتي هيوادونو د کورنيو چارو وزير انو دا پرېګړه وروسته له دې وکړه چې برطانيې ومنله چې په افغانستان کې د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره هڅې بريالۍ نه وي. د برطانيې د کورنيو چارو وزير چارلس کلرک وويل : که لويديځ غواړي له افغانستان څخه نړۍ ته د نشه يې موادو د سيلاب مخه ونيسي ، نو نورې پيسي هم په کار دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مایک مولن افغانستان ته سرتیري او پوځي روزونکي غواړي", "output": "میرویس جلالزی د امریکې ستر جنرال امیر البحر مایک مولن د کانګرس د مسلح قواوو دفاعي کمیټې ته په وینا کې ویلي چې ښایې د افغانستان ماموریت نورو امریکايي سرتیرو ته اړتیا ولري. نوموړي وویل چې په افغانستان کې زمونږ سرتیري په هغه شمیر کې نه دي چې د بغاوتونه مخه په کامله توګه ډب کړي او د جګړې قوماندانان نورو سرتیرو ته اړتیا لري. نوموړي په ورته وخت کې له امریکې او د ناټو تړون له پاریټینرانو څخه هم وغوښتل چې د افغان ځواکونو د چټکي روزني لپاره له ۲۰۰۰ څخه بیا تر ۴۰۰۰ پوري پوځي ټرینران هم دغه ملک ته برابر کړي. دمګړۍ په افغانستان کې د ناټو او امریکا شاوخوا ۱۵۰ زره سرتیري ځای پر ځای دي. تر اوسه نه ده رښانه چې جنرال مولن به افغانستان ته څومره نور سرتیري و غواړي خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټنلي مک کریستال تیره اونۍ ویلي وو چې ښایې دی جګړې ته ۴۰ یا هم ۵۰ زره نور سرتیري وغواړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کي مرګ ژوبله او د۵ ژوباړونکو تښتونه", "output": "په خوست کې د ايتلافي ځواکونو هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه کور د توغندي لويدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتېدا پېښه تېره شپه ناوخته د خوست ښار نېږدې دوه کيلومټره جنوب ختيځ ته، د ايتلافي ځواکونو پوځي هډې ته څ ېرمه شوې.د پېښې عيني شاهدان وايي، چې ناڅاپه د يو توغندي دروند غږ واوريدل شو او کله چې دوى له خپلو کورونو ور ووتل، نو ويې ليدل، چې توغندى په يو کور لګيدلى او يوه ښځه او يو سړى يې وژلي ا و دوه نور ماشومان يې ټپيان کړي دي.که څه هم تر اوسه د دغه بريد مسؤوليت چا پرغاړه نه دى اخېستى، خو دا کار د هوايي ډګرونو د په نښه کولو له پاره، د حکومت او بهرنيو ځواکونو د مخالفو وسله والو له خوا کيږي.دا لومړى ځل نه دى، چې په خوست کې د بهرنيو ځواکونو دوو هوايي ډګرونو پر لور توغيدونکي توغندي د عامو خلکو پر کورونو لويږي، له دې وړاندې هم داسې پېښې شوي، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه خلک وژلي او ټپيان کړي دي.د خوست زيات شمېر او په ځانګړې توګه هوايي ډګرونو ته نېږدې اوسيدونکي د حکومت د وسله والو مخالفينو ترڅنګ پر بهرنيو ځواکونو هم له دې امله نېوکې کوي، چې دا هوايي ډګرونه د ملکي الوتنو له پاره جوړ شوي، خو دوى پوځي ګټه ترې اخلي او زيان يې د دوى ت� �څنګ عامو خلکو ته هم رسيږي.بل لورته ناڅرګندو وسله والو دخوست په دوه منده ولسوالۍ كې د HAT په نوم يوه شخصي شركت پنځه تنه ترجمانان چې له خوست نه كابل ته پرلار وو، تښتولي دي، د سيمې ولسوال لطف الله بابكرخېل وايي چې په تور يې هغه دوه ټكسۍ چلونكي نيولي چې دوى يې كابل ته ليږدول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسشمرحامدکرزی دکمپیان لپاره هرات ته تللی", "output": "ولسشمرحامدکرزی چه بلی دوری ته بیاکاندیددی دکمپیان لپاره هرات ته تللی خلکودبری به صورت کی دسولی دټینګښت اودکارموندلوغوښتنه تری کړی ده هم خپلی ژمنی بلیاتازه کړی نورحال له سمی زمونږخبریال راکوی. حامدکرزی ته دهرات ښارورزشی سټیډیوم ز� �ګونه خلکوهرکلی ووایه.کرزی دګډونوالوهرکلی وستایه دملی یوالی په غوښتنه یی دولسمشری په ټاکنوکی دیوه م ناسب انتخاب رایه تری وغوښته موجوده ولسمشروویل که بل دورته بریالی شی وسله واله مخالفینوسره به دروغی جوړی پروګرام پیل کړی«کرزی وایی سوله به درته راولم خاماخابه ددولت مخالفینوته دخبروزمینه به درته برابره وم .بیابه افغانستان کی دخارجانوله خوادکورونوتالاشی نو.نوربه دلته دانتحاری بریدونووهم چاسره نوی همدارازم عیوبینواومعلولینوسره ژمنه کوم چه ددولت دعوایدویونیم فیصد برخه به ستاسولپاره ځانګړی کړم» حامدکرزی په افغانستان کی ددوه دوری حکمت کړی له دی سره سره چه ګڼه نیمګړتیاڅخه یی شکایتونه شته مګردبلی دوری له پاریی بیاځینی خلک وړبولی اوداسی وړاندیزونه ورته کوی. دکرزی دسفرملګری دبهرنیوچارووزیرډاکټرسپنتا،استادم حقیق اوپه ځینونورومشهورکسانوسربیره داوبواوبریښناوزیراسمعیل خان وه .اسمعیل دهرات خلکوته دکرزی په پلوی ویناوکړه جمهوررئیس ته یی وویل دبری په صورت کی به مجاهدینوته ونډه ورکوی اودهرات ټولولری پرتوولسوالیوته به سړکونه پخوی.دلته دلومړی ځل لپاره دکرزی په ملاتړدحزب اسلامی شعاراوبیرغونه وښورول شوه ،اوددوستم په پ� �وی شعارونه په دیوال ښکاریده پکی راغلی وه په دی شرط چه دوستم په افغانستان کی وی پلویان به یی دټاکنوپه مهال کرزی ته رایه ورکړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سومالیا دفاع وزیر په یوګاندا کې ونیول شو", "output": "میرویس جلالزی د سومالیا د دفاع چارو وزیر په یوګاندا کې نیول شوی دی . نوموړی په پلازمینه کمپالا کې د یوګاندا د پوځيانو له خوا له دغه هیواد څخه د لیدنې پر مهال نیول شوی دی. شیخ یوسف محمد صیاد چې د بنسټ پالو بلواګرو پخوانی غړی وو یوګاندا ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ورغلی وو چې ونیول شو. د یوګاندا د دفاع وزارت ویاند وویل چې دفاع وزیر به ناڅرګند دلیل دغه هیواد ته سفر کړی وو او له همدې امله نیول شوی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كابل كې يو مړ تركي انجينرل و موندل شو", "output": "د كابل د امنيه قومانداني جنايي آمر علي شا پكتياوال وايې د دي انجينر مړي يې د دوشنبي په شپه د صنعتي پاركونو په واټ موندلي . ويل كيږي پوليسو د دي ت� �كي انجينر د وژني په تور ۴ تنه افغانان او دوه پاكستانيان نيولي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلوبو په اړه ځانګړی راپوراووړاندیز", "output": "کټوازی دافغانستان دکرکټ ملی ټیم دآسیا دکرکټ دسیالیو دریم مقام ترلاسه کړو،دافغانستان ټیم چه دنشتو امکاناتو سره سره یی دی لویی سیالی ته وردانګ� �ی وودډیرو پرمختللو هیوادونو ټیمونه یی په ګونډوکړل خو دبده مرغه دنیمی پایلی په سیالیو کی باران ورسره یاری ونکړه چه فاینل ته ورسیږی اوهمدارنګه دهانګ کانګ ټیم فاینل ته کامیاب اعلان شو. ډیره زیاته توقع کیده چه افغانستان به ددی سیالیو جام وګټی ولی چه دافغانستان ټیم ډیرغښتلی ټیم وو،دجمعی په ورځ یی ددریم مقام لپاره دیوه غښتلی ټیم نیپال سره لوبه وکړه چه ددی سیالیو زیاتی 269 منډی یی جوړی کړی.اوهمداشان نیپال ته یی یوه تاریخی ماتی ورکړه. زه دلته دټولواړوندو افغانی مقاماتو نه خواست کوم چه داولمسشر دمشاور اودک� �کټ دریٌس شاغلی شهزاده مسعود په څیردی وړ کسان دنړیوالو سیالیو لپاره ووګماری ترڅو وکولای شی دافغانستان نوم روښانه کړی،نه داچه په شخصی تماسونو باندی ټیمونه جورکړی نو بیا به یی حال په سریلانکا کی دافغانستان دټیمونو په شان وی چه یوه هم ونه کولای شول چه دسرو مډال ترلاسه کړی حال دادی چه په دی سیالیوکی پاکستان دد� �یشو نه زیات دسروزرو مډالونه ترلاسه کړل. په خاصه توګه دفټبال دټیم لپاره باید یولوبغاری شه ونه اواندام ولری،بدبختانه اوسنی ټیم ټول دخوراک دکمبود سره مخ دی، هروخت داسی کسان معرفی کیږی چه وړتیا یی نلری . زه دولت ته وړاندیز لرم چه دجنوبی ولایتونو ځوانان چه په شو اندامونوکی یی ساری نشته باید دسیالیو لپاره مرکز ته راووغواړی او دروزنی لاندی وونیول شی زه په پوره باورسره دولت ته ډاډورکوم چه که چیرته دغو ځوانانو ته دلوبو میدانونه اونور امکانات برابر شی دوی به دافغانستان نوم په نړیواله سطح وځلوی. په دی اړه زه دشخصی شرکتونو او ملی تجارانو پاملرنه غواړم،که چیرته دوی په دی ځوانانو باندی پانګونه ووکړی دابه ددوی یو ملی خدمت وی،ځوانان به په لوبو مصروف شی او هم به ملی یووالی ته ګټه ورسوی،دپاکستان نوم یو څه موده م خکی خلکو نه پیژندلو کله چه یی په 1992 کی دکرکټ نړیوال جام یی وګټلو نو بیا نړیوال دپاکستان دنوم سره آشنا شو� �،اودپاکستانی ځوانانو مورال یی ډیر اوچت کړو ،دلته به زه دبرازیل هم بیلګه وړاندی کړم،برازیل یو داسی هیواد دی چه نه طبعی معدن لری اونه بشری یو وچ هیواد دی البته دفټبال په وجه په نړیوالو کی ډیر شهرت لری او60 فیصده بودیجه یی دفتبال نه پوره کیږی . په پای کی زه دکرکټ دملی ټیم ریٌس ښاغلی شهزاده مسعود اوټول ټیم ته دزړه له کومه مبارکی وړاندی کوم،هیله لرم چه یوه ورځ به افغانستان هم دکرکټ دنړیوالوسیالیوکی دګډون ویاړ ترلاسه کړی . ډیرو غښتلو هیوادونو ته ماتی ورکول او د17 هیوادونو په سیالیو کی دریم ځای جوړول په رښتیا دیوه داسی ټیم لپاره چه بدبختانه نه میدان لری نه شه خواړه اوحتی دخپلو تلویزیونونو لخواهم نه ستایل کیږی داډیر دویار ځای ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جانان ته", "output": "داجی کړېږم داسې تابه کړوم جانانه زه دې رسواکړم تابه هم رسواکوم جانانه مخ دې کتاب شونډې ګلاب زړه دې وفانه لرې دې ټول جهان ته به ستا راز افشا کوم جانان نفرت دې دومره راښکاره کړوهغه مېنه ځه شوهد زار قربان جوند پسې تابه ړندوم جانانه ماصرف بوسه کړې ته دادومره غوسه ځله شولېرقېپ مخ کېدې فه خوله باندې خوله ګدم جانانه زه سېلنې تانه لوګې پوره لس کاله شومه ېوکال به تاهم په انګار ګبابوم جانانه ګلونه ډېردېرګل دانځرکله کېږې زه به خالد نه د انځر ګل جوړوم جانانه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "اخستې مې ترې یوځلې بوسه وه ، چې راتلهتراوسه یې په زړه کې تلوسه وه ، چې راتلهلیمې یې لکه توره په هر لورې تاویدېدې زړه ته له هرلورې وسوسه وه ، چې راتلهبڼو نه یې شنه تورې د غزل راورید لټول کلي کې هم دغه ګونګوسه وه،چې راتلهحاجت یې د ست نه وو، ویمه نه پاتې کیدهاتبار مې ورته هسې یوه پیسه وه ، چې راتلهپردیو ته ، جامونه ډکیدل په تشه خولهزما په برخه بیا تشه کاسه وه ، چې راتلهخواږه یې د نظر د بل پیالو کې تویولیو بل ډول حالت وو یوه غوسه ، چې راتلهشرره دومره پاک دومره سپیڅلی نه ووم زهپه ما یې نه ، په ځان یې بروسه وه ، چې راتله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا افغانستان ته 3000 تازه دمي سرتيری استوي", "output": "د امریکې دفاع وزارت پنټاگون غواړي د اوس لپاره خو څه نا څه 3000 سرتیري افغانستان ته واستوي .د امریکي د سمندري ځواک دا سرتیري به د طالب جنگیالو د پسرلنیو بریدونو دمخه د اپریل تر میاشتي پوري افغانستان ته را ورسیږي .د دفاع وزارت نطاق جیف موریل ویلي دفاع وزیر رابرت گیټس به د جمعی په ورځ دا پلان قطعي کړي .پنتاگون وروسته تر هغه دا گام پورته کوي چی ، دلته په افغانستان کې یې عملیاتي قوماندانانو د تیر کال جنګ جګړه سخته وبلله چې د هغوي پر وینا نورو سرتیرو ته پکښی اړتیا شته . دا گړۍ د امریکې 27000 عسکر په افغانستان کې دي چې 14000 یې د ناټو تر قوماندې لاندي ماموریت پر مخ بیایي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیکا: د انتخاباتو د امنیت لپاره تدابیر نیول شوي", "output": "میرویس جلالزی د پکتیکا والي عبدالقیوم کټوازی چې یو مهال د کندهار د استخباراتو مشر وو وایې چې دوي د ټول ټاکنو د ام نیت لپاره پوره چمتوالی لري .نوموړی وایې چې مونږ خاص نظامي پروګرامونه تر لاس لاندي لرو او مونږ خپ� �و ټولو خلکو ته اطمینان ورکوو چې دوي به بي له هر راز ویرې څخه د رایي ورکوني په بهیر کې ونډه واخلي.خو د پکتیکا اوسیدونکي وایې چې دغلته امنیتي حالت خراب دی او د ډیرو سیمو خلک د دې جوګه نه دي چې د خپلې خوښي وړ کاندید ته رایه ورکړي.هغوي وایې چې طالبان په ډیرو سیمو کې فعال دي او خلک یې تر خپلو اغیزو لاندي راوستي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لوګر: امریکايي ځواکونو بیا عملیات کړي او یو شمیر کسان یې وژلي", "output": "برهان الله به� �نیو ځواکونو چې د سیمې خلګ یې امریکایان بولي تیره شپه د لوګر د څرخ ولسوالۍ د شیخا په کلي کې د ملااحمدي په نامه د یوه پخواني جهادي قوماندان او اوسني ملاامام په کور چاپه وهلي او د نوموړي ملا د یوه زوی سربیره یې دری نور کسان چې یوه یې ښځه ده وژلي او دوه تنه نور ژوبل دي. د سیمې خلګ ادعا کوي چې امریکایان بي له اجازې او د افغان ځواکونو له سلا پرته د دوي کلي ته ورغلي او هوايي ځواک هم کارول شوی دی. مونږ هڅه وکړه چې د لوګر ولایت له ام نیې قوماندان او همدا راز د ایتلاف له ځواکونو څخه په دې اړه معلومات واخلو خو هغوي له ډیر څه ویلو ډډه وکړه. دا په تیرو دوو اونیو کې دوهم ځل دی چې امریکايي ځواکونه دغلته داسي عملیات تر سره کوي چې پکې ولسي افغانانو ته تاون رسیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار ،زابل ،روزګان ،هلمند او پکتيکا ولايتونوکې بې له کومې امنيتي انديښنې د رايه اچولو لړۍ پاي ته ورسېده .", "output": "سهار پر اوه بجې په ټول افغانستان کې داريه اچولو بهير پيل شو خو په دې ټولو کې جنوب لوېديځه حوزه دامنيت له پلو ښه نه اټکل کېده .خو برعکس له امنيتي انديښنې پرته دالړى پاى ته ورسېده . په کندهار کې دلوى احمدشاه بابا په ليسه کې دنارينو درايه اچولو په مرکز کې په ٦٠ دقيقو کې ٢١٥٨ نفرورايه واچوله ،همداسي په ټول ښار کې داريه اچولو پر مرکزونونارينه او ښځېنه راټولې وي په راتلونکې کې يې دخپل هيواد اوخلکو لپاره دښه برخليک او دخپلې خوښې کانديد لپاره رايه استعماله وله زابل ،پکتيکا ،روزګان او هلمند هم هغه ولايتونه دي چې په دې ورستيو کې يې امينت ښه نه بلل کېده.،خوپه دې ټولو سيموکې ټولوهغو خلکو چې کاټونه اخيستي وه خپل کاټونه دخپلې خوښې کانديدانو ته ورکړه او دوى بيله کومي انديښنې خپله رايه استعمالوله . اوس پنځلس دقيقې واړندې په کندهار کې دانتخاباتو ګډکميسون دفتر خبر ورکړ چې نور دابهير پاي ته ورسيد خو هغه څوک چې په ليکو کې ولاړ وي هغه کولاي شي چې خپله رايه واچوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کي دملي حکومت جوړول -دټولوستونزو...", "output": "په افغانستان کي د ملي حکومت جوړول - د ټولو ستونزو د حل لارهله دېرشو کالو راهيسي زموږ په ګران او وياړلي هيواد ( افغانستان ) کي د انسان وژني او ورانکارۍ ډېره وحشتناکه جګړه روانه ده . د دې تپل سوی جنګ په لمبو کي زموږ څه د پاسه دوه ميليونه بې ګونا هيوادوال شهيدان او ټپيان سوه؛ په ټول هيواد کي د خلګو پر بېلابېلو شتم نييو سربېره؛ د عمومي ګټي اخيستني هر ډول اقتصادي او فرهنګي تأسسيات؛ لکه فابريکي، کارخانې، مخابراتي وساي� �، د اوبو او برېښنا بندونه، لويي والې، کارېزونه، سړکونه، پلونه ، روغتيايي مرکزونه، ښوونځي، پوهنتونونه او داسي نور په پراخه توګه وران يا زيانمن سوه ؛ او په ډېري خواشينۍ سره، چي د افغان وژني او افغان تباهۍ دا خط� �ناکه لړۍ تر اوسه هم په ډېر زور سره روانه ده . دا چي د افغانانو په پينځه زره کلن تاريخ کي دا لوی او نه هېرېدونکی ناورين څنګه پيل سو؟ کورني او بهرني سببونه يې څه دي؛ او تر څه مهاله به دوام لري ؟ هغه ا� �زښتناکي پوښتني دي، چي موږ ټول رنځېدلي افغانان يې د جواب موندلو هڅي کوو . په دې ليکنه کي کوښښ سوی دئ، چي تر بېلابېلو سرليکونو لاندي د رواني فاجعې پر ځينو اړخونو لنډي خبري وکوو؛ او بيا له اوسني خونړي حالت څخه د افغانستان د ژغورني لاري چاري په ګوته کړو .په تېرو دېرشو کلونو کي د افغانستان ملي ضد رژيمونو ته يوه کتنه په تېرو دېرشو کلنو کي د افغانستان ملي ضد رژيمونو ته تر يوې لنډي کتني مخکي، دې پوښتني ته د جواب وړاندي کولو هڅه وکوو، چي« ايا د افغانستان اوسنۍ بدمرغۍ ټولي د ثور د اوومي نېټې له خونړۍ کودتا څخه رازېږېدلي دي، که يې د دې هيواد پخوانييو رژيمونو هم په پېښېدو کي ونډه لرله ؟ په يوه سرسري او ځغلنده کتني سره داسي برېښي، چي د ( ۱۳۵۷هـ ش) کال د غوايي يا ثور د اوومي نېټې خونړۍ پېښه د افغانستان د ګردو بدمرغييو اوناخوالو اص� �ي علت ؤ؛ خو که د علمي ټولنپوهني په رڼا کي د هيواد د ورستييو لسيزوسياسي او اجتماعي تاريخ او د افغاني ټولني کورنييو تضادونو ، بدلونونو او پرمختګونو ته له يوه ژور اړخه پام وکوو، نو دا خبره له ورايه څرګنديږي، چي په افغانستان کي د « ثور انقلاب » په نامه سياسي، اجتماعي، فرهنګي، فکري او اقتصادي ناتار ته اصلاً د پخوانييو رژيمونو په زړه کي د پرورښت او روزني شرايط برابر سوي وه . د داود خان ( ۱۲۸۸- ۱۳۵۷هـ ش ) د چنګاښ د � �پږویشتمي کودتا هم په هيواد کي له هغو سياسي، اجتماعي، فکري، فرهنګي او اقتصادي بدلونونو سره ټينګي اړيکي لرلې، چي توخم ( تخم ) يې د ظاهر خان (۱۲۹۳ هـ ش/ ۱۹۱۴م - ۱۳۸۶ هـ ش / ۲۰۰۷م) په دولتي نظام کي شين سوی ؤ . د ظاهر خان د سياسي رژيم هوا او فضا هم له هغو شرايطو څخه الهام اخيست، چي دخپل پلار - نادرخان ( ۱۲۶۲هـ ش/ ۱۸۸۳م – ۱۳۱۲هـ ش/ ۱۹۳۳م ) په پاچهۍ کي راټوکېدلي وه. د نادر خان، کلکاني حبيب الله ( بچۀ سقاو )، امان الله خان او نورو ټولو سياسي واکمنانو د تاج او تخت کيسې هم کټ مټ همداسي بڼه لري . هر حکومت د مخکني رژيم په زړه کي وده کړې ده؛ او بيا يې خپل ځای داسي سياسي نظام ته پريښی دئ، چي د پيدايښت او پرمختګ ټول شرايط يې په مخکنييو � �ژيمونوکي چمتو سوي وه. په دې ډول بايد د دې حقيقت له منلو غاړه و نه غړوو، چي د ټولني ګرده سياسي او تاريخي پېښي يو دبل په نس کي پيدا کيږي؛ او هره يوه د ځنځير د کړييو په شان يو له بله نه شلېدونکی پيوند لري . د همدې استدلال پر اساس، په افغانستان کي د « ثور انقلاب » خونړۍ تراژيدي خامخا پېښېدونکې وه . دا پېښه که ظاهراً د څو خلقيانو، پرچميانو يا نورو کودتاچيانو د بې باکۍ نتيجه وه؛ خو په حقيقت کي يې تر شا خورا ژور علتونه او پراخي انګېزې پرتې دي . په افغانستان کي به هيڅکله د ثور غميزه نه وای پېښه سوې، که زموږ د اجتماعي، ا� �تصادي او فرهنګي ژوند بېلابېلو تضادونو يوله بله لاس نه وای ورکړی؛ او په ګډه يې د داسي خونړۍ پېښي عيني او � �هني شرايط نه وای برابر کړي . . . د همدې اصل له مخي به ټولنه تر هغه مهاله د ډول ډول ( ښو او بدو ) پېښو زېږونکې وي ، چي په ټولنيزو اړيکو کي د بېلابېلو تضادونو د سختوالي او پوختيا مخنيوی ونسي . په ټولنه کي د م ختلفو تضادونو څرنګوالی ( نرمي يا سختي)، د متضادو يا دوښمنو ډلو ماهيت ، په ټولنه کي د هغوی پوځي، سياسي ، ا� �تصادي او فرهنګي حالت، د نوو بدلونونو په وړاندي د خلګو عکس العمل او داسي نور ټول هغه عوامل دي، چي د هري نوي پېښي شکل او مضمون ټاکي . تر کورنييو تضادونو او بدلونونو چي تېر سو، د هري لويي سياسي، اجتماعي، ف� �هنګي او اقتصادي پېښي په را منځ کېدو کي بايد د بهرنييو شرايطو او حالاتولاس لرل هم له پامه ونه غورځوو . د سليم عقل څښتنانو ته دا خبره د منلو وړ ده، چي د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور د اوومي نېټې خونړۍ کودتا، په افغانستان کي د داسي سياسي رژيم بنسټ کښېښود، چي ډېر ژر يې د خپلو ملي ضد سياستونو له کبله، زموږ په ټولنه کي د ميليونونو افغانانو د دوښمنۍ او مخالفت څپې را وپارولې . په ټول هيواد کي د سياسي بيري او زيندۍ کولو، اقتصادي پرشاتګ او رنګارنګ بې باورييو زهرجنه فضا حاکمه سوه ؛ زموږ په زرګونو بې ګونا هيوادوال د سياسي مخالفتونو يا شخصي دوښمنييو له مخي په ډېري بې رحمۍ و وژل سوه؛ خپلسرو دولتي واکمنانو يې پر ځان، پت او مال تېری وکړ؛ او په ميليونونو نور د راز راز خطرونو په منلو سره، د خپلو پلرنييو مېنو پرېښوولو ته اړ سوه . په هيواد کي د نوي سياسي رژيم د واکمنو کړييو تر منځ خپلمنځي تضادونه او شخړي په لږ وخت کي داسي خطرناک حالت ته ورسېدې، چي � �ېر ژر يې د افغانستان په معاصر تاريخ کي خورا تور او خونړي بدلون ته لاره هواره کړه . پر افغانستان د روسي ي� �غلګرو له وحشيانه بريد او په کابل کي د دروسانو د ګوډاګي رژيم له واکمنۍ سره جوخت، زموږ د مېړنييو هيوادوالو وسله وال مقاومت ورځ په ورځ پياوړی سو . د کابل مزدور رژيم د سرو لښکرو له ټول جنګي ملاتړ او بې سارو اقتصادي مرستو سره سره، زموږ په زړورو او خپلواکۍ مينو خلګو کي هيڅ باور او ارزښت و نه موند . که څه هم د روسي يرغلګرو او کابل حکومت پر ضد د جګړې او مقاومت واګي له هماغه لومړنييو ورځو څخه د مغرضو ګاونډييو او نړۍ خورو استعمارګرو په لاس کښېوتې؛ خو زموږ پر خپلواکۍ مين ملت د خپلو بې درېغه قربانييو له برکته په پای کي وکړای سول، چي په هيواد کي د روسي غاصبانو او د هغو د لاس پوڅي رژيم کمبله ټوله کړي . له بده مرغه، زموږ مظلومو خلګو سره له بې شماره انساني قربانييو او سترو مالي زيانونو، بيا هم په هيواد کي د يوه ملي حکوم ت د جوړولو امکانات تر لاسه نه کړه . د ګاونډييو هيوادونو او نورو استعماري دولتونو د ګډو دسيسو له کبله، زموږ په جګړه ځپلي هيواد کي د يوه ريښتني ملي او ولسي حکومت د جوړولو پر ځای، د پردو په لاس جوړ سوو تنظيمونو او د روسانو د لاس پوڅي رژيم ځينو بدنامو څېرو ته واک وسپارل سو . ډېر ژر واکمنو ايله جاري ډلو ټپلو د پوځي او سياسي برلاسي په خاطر، په کابل او ولايتونو کي د داسي وژونکو او ورانوونکو جګړو اور بل کړ، چي په لمبو کي يې زموږ په لس ګونو زره هيوادوال شهيدان ؛ او ودان ښارونه لولپه سوه . جګـــړه مارو تنظيمونو د اسلام او جهاد په سپېڅلو نومونو زموږ پر ربړېدلو او بېوزلو خلګو داسي توري ورځي راوستې، چي د دې خاوري په ډېر اوږده تاريخ کي يې هيڅکله ساری نه دئ ليدل سوی . د پردو په فرمان جنګېدونکو تنظيمي خونخورو د قومي، مذهبي، ژبنييو، او سيمه ييزو اختلافونو پر اساس زموږ د عامو خلګو په سرونو کي مېخونه ټک وهل ؛ له چا څخه يې نوکونه وايسته؛ له چا يې پزه او غوږونه پرې کړه ؛ په کابل ښار کي د بېلابېلو جنګي ډلو د توغندييو او توپونو په بې رحم انه بمبارييو کي، زموږ د ربړېدلو هيوادوالو غوښي او هډوکي پر سړکونو وپاشل سوه؛ ځينو د ايله جاري توپکيانو � �ه وحشيانه بريدونو څخه د پت او ناموس د ساتني په مقصد، ځانونه د ودانييو له لوړو پوړونو و غورځول؛ او د داسي کسانو شمېر هم لږ نه دئ، چي د دين او وطن د ژغورني د دغو درواغجنو مدعيانو له ظلمونو يې داستوګني کورونه په هديرو واوښته - د خپلو شهيدو عزيزانو مړي يې د ناامنۍ او خطرونو له امله په کورونو کي ښخ کړه. سربېره پر دې، د خپلسرو توپکیانو په تنظيمي جګړو کي، زموږ ډېر بې ګونا وروڼه او خوندي په سپينه ورځ د کابل ښار له سړکونو او کوڅو څخه برمته سوه او تر ننه تری تم دي؛ په لکونه کړېدلي افغانان په هيواد کي د يوه روښانه سبا په هيله تر اوږ دو ناخوالو او ترخه انتظار وروسته دې ته اړ سوه، چي د سر او پت خوندي کولو په مقصد خپل کورونه او کلي پرېږدي؛ او په هيواد کي دننه يا بهر د خپلو بچيانو اوعزيزانو د خوندي ساتلو له پاره د ژوندانه ډېري ترخې او ستوخي وګالي . زموږ ربړېدلو خلګو ته د تنظيمي توپکيانو د ازادۍ او سوکالۍ سوغات دلته نه ختميږي . د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کي وداني فابريکې، دولتي ادارې، تجارتي مؤسسې، مکتبونه، پوهنتونونه، روغتونونه، فرهنګي م رکزونه او داسي نور عام المنفعه تأسیسات د تالۍ څټو تنظيمونو د تاج او تخت په جګړوکي تر څو واره لوټ او چپاو وورسته په کنډوالو واوښته؛ په تېرو دېرشو کلونو په تېره بيا د نجيب الله د حکومت تر نسکورېدو وروسته، د تپل سوو وسله والو ډلو او تنظيمونو د واکمنۍ پر مهال، زموږ د خورا ډېرو بې ګونا هيوادوالو د وحشيانه وژنو او بې سا� �ي ورانکارنييو تر څنګ، د دې لرغوني او وياړلي هيواد ډېر ارزښتناک تاريخي اثار هم په بېلابېلو ډولونو چور او تالا سوه . دا ټول هغه څه وه، چي تنظيمي ايله جاريانو د خپلو بهرنييو بادارانو او دوستانو په ملاتړ زم وږ د نوم ورکو شهيدانو او غازيانو د سپېڅلي جهاد په نامه، خلګو ته وړاندي کړه؛ اما دا دردناکي پېښي هم د ثور د اوومي نېټې د لويي غميزي په شان د زموږ د ټولني د کورنييو تضادونو او نړيوالو بدلونونو زېږنده وي . څرنګه چي په نوو بدلونونو کي د هيواد ملي قوتونو او عامو خلګو ته هيڅ برخه نه وه ورکړل سوې، نو ځکه په افغانستان کي د يوه ملي او ولسي نظام را منځ ته کېده هم له لويه سره ناممکن برېښېده . د افغانستان په هر ښار، ګوټ ګوټ ، کلي کلي او هره کوڅه کي د تپل سوو تنظيمونو وحشتناکي جګړې، د ښارونو کنډواله کېده، د بې ګونا انسانانو بې رحمانه وژنه، چور او چپاو، جبري مهاجرتونه او ډېر نور بېرونکي جنايتونه هم ټول تر پېښېدو دمخه د پوهېدو وړ وه . د دې لويو بدمرغييو اصلي علت دا ؤ، چي زموږ د نوم ورکو شهيدانو او غازيانو مقدس جهاد د م زدورو، لوټمارو او جنايتکارو تنظيمي ډلو ټپلو له خوا يرغمل سو . هر چا ته مالومه ده، چي زموږ غښتلو او بې باکو جنګيالو په دې خاطر له خپلو سرونو سره لوبي و نه کړې، چي خپل وروڼه او خوندي په وينو ولړي؛ هست و نېست يې په زوره چور کړي؛ کورونه، کلي، ښارونه او هيواد يې په کنډوالو واړوي؛ د رڼا او پرمختګ پر ځای يې سترګي په ناپوهۍ او جهالت ړندې کړي . د دې پر خلاف، زموږ سرښندونکي ملت ځکه بې شماره ځاني او مالي قربانۍ ور کړې، چي د افغانانو په وياړلې خاوره کي د ريښتني خپلواکۍ جنډه و رپېږي؛ خلګ د خپلو او پردو له تاړاکه و ژغورل سي؛ په هيواد کي د لا زياتو ښوونځييو او پوهنتونونو، کارخانو او فابريکو ورونه پرانيستل سي؛ او په پای کي زموږ رټېد� �و خلګو ته د سوکاله او هوسا ژوند پراخ امکانات برابر سي . عجبه خو دا چي زموږ په بېوزلو خلګو داچپه غوبلونه د هغو تنظيمي ډلو ټپلو له خوا وسوه، چي همدا اوس هم د پردو د توپ او ټانک ، ډالرو او نورو ناروا لارو په زور په کابل او ولايتونو کي د واک پر ګدۍ ناست دي . په ریشتيا هم زموږ د خوندو او مندو، وروڼو او پلرونو قاتلان؛ او د دې هيواد د ورانۍ ښکاره مسوولين اوس هم زموږ پر ژوند او چارو حکومت کوي . د دې هيواد واک او اختيار يو ځل بيا هم د نېکو او صالح ملي مشرانو پر ځای جنايتکارو، مزدورو او ناپوهو تنظيمي ډلو ټپلو ته و سپا� �ل سو. د امريکا په مشرۍ لوېديزو هيوادونو، د پخواني شوروي سوسياليسټي نظام تر ړنګېدو او د کابل د روسي پلوه حکومت تر را نسکورېدو وروسته، د ټولو انساني او اخلاقي نورمونو پر خلاف د افغانستان اسکېرلو خلګو او جنګ ځپلي هیواد ته په ناځوانۍ سره شا واړوله . په بله وينا يې، زموږ په ويجاړ او کنډواله هيواد کي د خپلو ک� �غېړنو نخشو تر عملي کولو وروسته ، له وحشتناکو تنظيمي جګړو څخه د را پېښو سوو بشري تلفاتو او لويو اقتصادي تاوانونو په وړاندي، هيڅ بشري او اخلاقي مسووليت احساس نه کړ . پر افغانانو سربېره دنړۍ ټولو ولسونو د سر په سترګو ولېده، چي د امريکامتحدو ايالاتو او بېلابېلو انډيوالانو يې څنګه د خپل سياسي، پوځي او اقتصادي سيال ( نړيوال سوسياليسټي سيسټم ) د را پر زولو ؛ او دکابل ارګ ته دخپلو مزدورو ډلو د رسولو په مقصد د مي� �يارډو ډالرو په خرڅولو سره زموږ هيواد ته تباه کوونکي وسلې راوړې؛ زموږ په خاوره کي يې زموږ د وينو او ق� �بانييوپه بيه خپل تپل سوي جنګ ته لمن ووهل، مګر د خپلو کرغېړنو هدفونو تر تحقق وروسته يې د تنظيمي توپکيانو له خوا دبې ګونا افغانو بې رحمانه وژنه، د هيواد لوټونه او وراني ټول د افغانانو کورنۍ مسألې وبللې؛ او په دې نه بخښوونکي بې پروايي سره يې زموږ مغرضو ګاونډييو اونوروسيمه ييزو قدرتونو ته رسماً اجازه ورکړه، چي په جرأت او سپين سترګۍ سره زموږ په تاريخي هيواد - افغانستان کي خپلي توري نخشې پر مخ بوزي . که د ډيموکراسۍ او بشري ح� �وقو دغو مدعيانو په هماغو ورځو کي، د تنظيمي غوبلونو پر ځای د يوه پراخ بنسټه ملي حکومت په جوړولو کي د افغانانو ننګه او ملاتړ کړی وای، اوس به نه يوازي په افغانستان؛ بلکي ټوله سيمه او نړي کي دجګړو او ناارامیيو لمن تر دې ګچي نه وای خپره سوې . د نړيوالي ټولني د دغه ناوړه دريځ او بېلابېلو تنظيمي ايله جاريانو په واکمنۍ کي د بدامنۍ او بې باورۍ ناوړه شرايطو، کرار کرار د طالبانو غورځنګ ته لاره هواره کړه . زموږ کړېدلو خ� �ګو په پيل کي د طالبانود ولسي پاڅون پراخ ملاتړ وکړ؛ او په ټينګه يې هيله لرله چي د دې غورځنګ سياسي او پوځي مشران به په هيواد کي د سولي او امنيت تر ټينګولو وروسته، دولتي واک لومړی د يوه مؤقت او بيا يوه منتخب م� �ي حکومت د جوړولو له لاري د خلګو سپېڅلو، ريښتنواو پوهو استازو ته وسپاري . د دې غورځنګ سپاهيانو او خواخوږو به هم له خلګو سره په خبرو اترو کي يادونه کول، چي هغوی د سياست او حُکمرانۍ خلګ نه دي؛ او ډېر ژر به د ملت ريښتينو استازو ته د واک په سپارلو سره، بيرته خپلو حجرو او مدرسو ته ستانه سي؛ خو په ډېر تأسف سره چي د وخت په تېرېدو سره داستره هيله هم پوره نه سوه . طالبانو هم د نورو سياسي او پوځي ډلو په څېر د واک پرګدۍ خېټه واچول؛ اود هيواد په سياسي اقتدار کي يې د نورو افغانانو د برخي اخيستني مخه ونيول؛ او په په دې توګه يو ځل بيا ورو ورو زموږ ټوټه ټوټه وطن د ګاونډييو، سيمه ييزو اونړيوالو قدرتونو د سياسي او پوځي لوبو په خونړي مرکز واوښت . بېلابېلو دولتونو اوسازمانونو په ډېر جديت کوښښ وکړ، چي زموږ په ويجاړ هيواد کي له ستونزمنو حالاتو څخه ناوړه ګټه واخلي . پاکستان ، ځينو عربي هيوادونو د طالبانو دواکمنۍ د لا ټينګېدو او پ� �اخېدو له پاره بېلابېلي مرستي وکړې؛ ايران، روسيې، د منځنۍ اسيا ځينو هيوادونوپه تېره بيا تاجيکستان اوزبکستان، تورکيې او هند برالا د طالبانو له مخالفينو سره د وسلو، پيسو، سړو، استخباراتو او تبليغاتو په برخه کي کومکونو ته دوام ور کړ؛ لوېديزو هيوادونو هم په افغانستان کي د مسأيلو د سياسي او سوله ييز حل له پاره هيڅ مينه او څوَب نه ښووه؛ د دوه مخي سياست په غوره کولو سره يې له يوې خوا د طالبانو له مخالفينو سره اړيکي ساتلې؛ او له بلي خوا يې زموږ د هيواد پر څه دپاسه پينځه نيوي برخو د طالبانو له بالفعل واکمنۍ سره ښو� �اوه . تاريخ شاهد دئ، چي، په دې حساسه دوره کي هم هر پردي دولت يوازي او يوازي د خپلو ناولو هدفونو د تحقق له پاره پراخ او ګړندي ګامونه اخيسته . . . که څه هم د طالبانو په واکمنۍ کي د خلګوځان، پت او مال په بشپړه توګه خوندي ؤ؛ د دغه رژيم په ورستييو ورځو کي د ترياکو توليد او سوداګري د نابودۍ تر حده رسېدلې وه؛ د طا� �بانو سياسي، پوځي او اداري واکداران د تپل سوو تنظيمي مشرانو، قومندانانو او ايله جاري جنګيالييو په څېر � �وټمار، بدکاره او فاسد نه وه؛ مګر سره له دې هم د افغانانو د ټولنيز ژوندانه په هره برخه کي د طالب زمامدا� �انو د افراطي سياستونو په وجه ، هره ورځ د تورتم او بدمرغۍ لمن غوړېده . د هري ورځي په تېرېدو سره د افغانانو په تاريخي هيواد کي د پردو سياسي، پوځي او مذهبي اغېزه مخ پر زياتېدو وه؛ او په پای کي دونه زياته سوه، چي زموږ د حماسو او کارنامو سرلوړې مېنه د بهرنييانو په تېره بيا پاکستاني پوځيانو او د نړۍ د بېلابېلو افراطي ډلو په يوه خطرناکه ځاله واوښته . د طالبانو په سياسي او پوځي تشکيلاتو کي د « پردو جهاديانو » زياتېدونکو اغېزو، مذهبي افراطيت، او زموږ د بېوزلو خلګو د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ژوند د ښه والي له پاره د يوې معقو� �ي افغاني او ملي تګلاري د نه لرلو مسألې، ډېر ژر د دې غورځنګ ولسي ملاتړ کمزوری کړ . شک نسته، چي د طا� �بانو په ليکو کي بهرني جنګيالي، د طالبانو تر واکمنۍ اوږده کلونه مخکي، دې خاوري ته راغلي وه؛ او زموږهيواد ته يې په را لېږلو، وسله وال کولو، ښوونه او روزنه او راز راز مرستو کي د پخوانييو پاکستان مېشتو افغاني تنظيم نو پر ټولو مشرانو سربېره پاکستاني، عربي ، زياترو لوېديزو دولتونو او بېلابېلو افراطي سازمانونو لوی لاس درلود؛ د برهان الدين رباني په مشرۍ « اسلامي جمعيت » په کابل کي د خپل واک پر مهال زياترو عربو او نورو پردو ته افغاني تابعيت هم بخشش کړ؛ خوله دې خبري هم هيڅوک سترګي نسي پټولای، چي د طالبانود سياسي او پوځي واکمنۍ په زمانه کي د دغو پردو جنګيالييو اغېزه تر بل هر وخت زياته، څرګنده او پياوړې سوه . همدغه ناوړه او بدمرغه پردې نفوذ، په پای کي د طالبانو پياوړي نظام د امريکايي بمونو په مرسته ړنګ کړ . که د دې خاوري توريالييو بچيانو د خپل تاريخ په ټولو دورو کي هيڅ کوروش او سکندر، هيڅ چنګېز او ګورګين، هيڅ پرنګي او روس ته د بادارۍ حق نه دئ ور کړئ، نو دا خبره څنګه د منلو وړ ده، چي دا ننګيالی ولس به په خپلو ملي چارو او وياړلو دودونو کي د عربو، پاکستانيانو، چچنيانو او نورو پردو لاس وهني ته غاړه کښېږدي ؟ د افغانانو له برمه ډک تاريخ شاهد دئ، هر چا چي پر دې سرلوړي هيواد د پردو واکمني تپلې ده؛ او يا يې په يوه ډول د ډولونو د يرغلګرو پردو د کرغېړني واکمنۍ له ټينګښت سره مرسته کړې ده، تل زموږ د خپلواک او مړني ملت له سختي کرکي او اتلوال م� �اومت سره مخامخ سوي دي . که څوک د افغانانو د پرتمين تاريخ پاڼي واړوي، په اسانۍ سره ګوري، چي زموږ زړورو پلرونو او نيکونو په خپلو وينو او سر ښندونو سره نه يوازي خپله وياړلي خاوره ساتلې ده؛ بلکي د نورو هيوادو مظلوم ولسونه يې هم ازاد کړي دي؛ د هغوی سر، پت او مال يې له راز راز يرغلګرو او غاصبانو څخه ژغور� �ئ دئ . ايا د هغو ريښتيني زامن اوس دې ته غاړه ايښوولای سي، چي د نورو په مټ خپله خاوره، ځان او شرف خوندي کړي ؟! حقيقت دا دئ، چي افغانان د خپل پلرني وطن په ساتنه کي د هيچا سرښندني او قربانۍ ته اړتيا نه لري . د دې خاو� �ي هر وګړی، نر او ښځه، زوړ او ځوان ، مسلمان، هندو، سيکهـ ، د هر قوم او هري ژبي ويونکی په وياړ سره چمتو دئ، چي د پردو په وړاندي د خپل ګډ تاريخي او سرلوړي ټاټوبي دفاع وکي . بايد دا خبره په ډاګه کوو، چي د پردو په وينو او قربانييو د دې هيواد د خوندي کولو کوښښ، هيڅ افغاني جوهر نه لري . په افغانستان کي د تېرو دېرشو کلو ترخو تجربو وښوول، چي کيڼو او ښیيو حکومتونو دواړود ايډيالوژيکو خواخوږييو له مخي د پردو بېلابېلي ډلي په غېږ کي ونيولې؛ او د پردو د لمانځولو او خوښولو له پاره يې خپل افغان وروڼه په سل رنګه و ځورول . که دې مسألې ته له علمي اړخه و ګورو، له ورايه مومو چي له سياسي رژيمونو او حکومتونو سره د خلګو پيوستون او ملاتړ، په اصل کي د هغو له ملي او ولسي روح سره نېغ په نېغه اړيکي لري . په بله وينا، د پردو نيژدې کول په حقيقت کي د خپلو ليري کول دي . هر څونه چي په واکمنو دولتي تشکيلاتو کي ملي عناصر او ملي روح کمزورې وي، په هغونه اندازه د هيواد ملي شخصيونه، ملي ګوندونه او تر هر څه مخکي زموږ غيرتي ملت، د حاکمو سياسي او پوځي ډلو له همکارۍ څخه لاس اخ� �ي . د دې پر خلاف، هرکله چي ددې هيواد ملي حکومتونو، ملي غورځنګونو او مجاهدو ملي مشرانو د خاوري او دين د ساتني ږغ پورته کړی دئ، نو زموږ مړني ولس يې تل د هر راز قربانييو په منلو سره، په يوه اواز او يوه وجود، ننګي او ملاتړ ته ور دانګلي دي . د همدې استدلال له مخي، په تېرو دېرشو کلونو کي د افغانستان ټولو حکومتونو او واکمنو ډلو هيڅ ملي خټه نه لرله . د جګړې دواړو خواوو د پردو په رابللو سره د جګړې لمن پراخه کړه؛ د افغانانو تر منځ يې ناخوالي او شخړي له افغاني پولو څخه د سيمي او نړۍ پولو ته ورسولې؛ دواړو خواوو د پردو په � �اس د خپلو افغان وروڼو ويني توی کړې؛ دواړو خواوو د پردو په فرمان او فتوا د دې ربړېدلي وطن کلي او ښارونه وران کړه ؛ دواړو خواوو په پوهي يا ناپوهۍ سره زموږ پر سرلوړې خاوره د پردو د ناولي واکمنۍ ټينګښت ته چوپړ وکړ او لا يې په ډېر وياړ سره کوي . د دې دواړو ډلو تر منځ تر ټولو لوی توپير دا دئ، چي يوې خوا د « پرولتري انت� �ناسيوناليزم » او بلي خواد « اسلامي ورورولۍ » په نامه زموږ د بې ګونا وروڼو پر غاړو چړې کښېښولې؛ کور او کهول، مال او منال يې د خپل سياسي اقتدار په لمبو او سکروټو کي ور و سوځواوه؛ پر خلګو يې داسي توري شپې راوستې، چي ساری يې د دې مځکي په ټول تاريخ نه دئ ليدل سوی . نو ځکه دا عجبه نه ده، چي زموږ کړېدلي خلګ په زړونو کي له دواړو خواوو سخته کرکه لري . افغانان له زرونو کلونو راهيسي خپلواک او سرلوړي خلګ دي . لکه څنګه چي د ام ريکا متحده ايالتونه او د نړيوالي ټولني نور هيوادونه حق نه لري، افغانانو ته د بشري حقوقو او او ډيموکراسۍ درس ورکړي؛ د پاکستان، ايران، عربو او نورو ملتونو افراطي مسلمانان هم بايد افغانانو ته د جهاد، اسلامپالني او وطن دوستۍ درس ور نه کړي . افغانان د ولسواکۍ، بشر دوستۍ او اسلام پالني خورا وياړلئ تاريخ لري . زم وږ تر ټولو لويه ستونزه دا ده، چي بهرني هيوادونه، سازمانونه او ډلي ټپلي په وچ زور خپل فکري، سياسي، اجتم اعي، فرهنګي او اقتصادي سيسټمونه پر موږ تپي . که په سرو، سپينو او شنو جامو کي دا مغرض پردي زموږ له خاوري او خلګو لاس واخلي، دلته هر غوټه د منلو اسلامي احکامو او وياړلو افغاني دودونو په رڼا کي، په ډېري اسانۍ سره خلاصيږي . موږ افغانان د خپلو پلرونو او نيکونو په دود کولای سو، هره شخړه د جرګو او مرکو له لاري حل کوو؛ خپ� �و اړتياوو ته په پاملرني سره خپل سياسي، فرهنګي او اقتصادي نظام غوره کوو . . . زموږ د ربړېدلو خلګو دا روا او انساني غوښتنه، پر سپېڅلو اسلامي لارښوونو سربېره، د بين المللي حقوقو په ټولو معتبرو اسنادو کي هم تسجيل سوې ده . هيڅوک د دې خبري په ريشتيا والي کي شک نه لري، که د افغانانو په کورنيیو چارو کي د مغرضو پردو لاس وهني او خنډونه په ټپه ودرېږي، په دې جنګ ځپلي هيواد کي د سولي او امنيت ټينګول هيڅ مشکل کار نه دئ . دې ستر انساني، اسلامي او وطني ارمان ته رسېدل يوازي د خبرو، تفاهم او زغم له لاري ممکن دي ؛ او يوازي يو � �يښتني ملي او ولسي حکومت کولای سي ددې ارزښتناک رسالت تر عهدې ووزي . په افغانستان کي د ملي حکومت د جوړېدو بېلابېل اړخونه دا چي ملي حکومت څه دئ ؟ څه ځانګړتیاوي او مشخصات لري ؟ څنګه جوړېدای سي ؟ او د يوه م لي حکومت مشران بايد په خپله تګلاره کي کومو ټکو ته پام وکړي ؟ ټولي هغه په زړه پوري پوښتني دي، چي ټول افغانان يې له جوا ب موندلو سره مينه لري . د حقوقو او سياسي علومو پوهانو د ملي او ولسي حکومتونو د بې� �ابېلو مشخصاتو او خصوصيتونو په اړه، ډول ډول نظريې او مفکورې وړاندي کړي دي . د داسي نظريو شننه او څېړنه له يوې خوا زموږ اوسني بحث ته تر ډېري ګچي اکاډيمیکه او تحقيقي بڼه ورکوي، چي ښايي ډېرو لوستونکو ته په زړه پوري نه وي . له بلي خوا د حقوقو او سياسي علومو په ګډون د اجتماعي علومو زياتره نظريې او مفکورې په بېلابېلو بشري ټو� �نو کي بېلابېلي اغېزې او نتيجې لري . د دې خبري مانا دا ده، چي د ملي حکومت د جوړولو په اړه د نورو هيوادونو د پوهانو نظريې، مفکورې او تجربې هرومرو زموږ په ټولنه کي د تطبيق مصداق نه لري . د همدې استدلال له مخي دلته کوښښ کوو، چي لومړی په افغاني ټولنه کي د يوه ملي حکومت پر ځينو اړخونو او ځانګړتياوو رڼا واچوو؛ او وروسته د اوسنۍ تپل سوي ادارې ناکامه سياستونو او کړنلارو ته په پام سره، د يوه منلي ملي حکومت د جوړېدو لارو چاري و څ ېړو . الف) په افغاني ټولنه کي، د ملي حکومت اساسي ځانګړتياوي او بنسټونه په افغانستان کي د يوه � �يښتيني ملي حکومت د اساساتو او ځانګړتياوو په اړه خورا ډېري خبري او اوږده بحثونه کېدای سي، چي بشپړه شننه او سپړنه يې په دې لنډه مقاله کي د ځايیدو وړ نه ده؛ خو په کُلي او عمومي توګه د دغو ټکو يادونه تر ټولو لومړيتوب ل� �ي : ۱- په افغانستان کي د هر ملي حکومت تر ټولو مهم خصوصیت دا دئ، چي داسي حکومت بايد خامخا د خلګو په خوښه او ملاتړ جوړ سوی وي . د يوه منلي حقوقي اصل په توګه ، په هره ټولنه کي سياسي اقتدار او ملي واکمني د هغې ټولني په خلګو پوري اړه لري . د دې خبر ي مقصد دا دئ، چي هيڅ حکومت تر هغه مهاله قانوني مشروعيت ، ملي حيثيت او ولسي باور نه لري، چي د خلګو د پراخ اکثريت غوڅ او ريښتينی ملاتړ و نه لري . د ملي حکومتونو د جوړولو له پاره د نړۍ په مختلفو حقوقي او سياسي سيسټمونو کي بېلابېلي لاري غوره سوي دي؛ خو د دې ټولو لارو او دودونو تر منځ مشترک ټکی د حکومتونو په انتخاب، جوړښت او ورځنييو سياستونو کي، د خلګو د پراخي او ازادي برخي اخيستني مسأله ده . د همدې زرين اصل له مخي، په افغانستان کي هم د پردو د توپ او طيارې، پيسو او نورو دسيسو په مرسته تپل سوي حکومتونه، هيڅ ملي باور او قانوني مشروعيت نه لري . د افغانستان خپلواکو خلګو د خپل وياړلي تاريخ په اوږدو، په تېره بيا په تېرو دېرشو کلو کي يو پلا بياټولي نړۍ ته وښوول، چي افغانان هيڅکله هغو مزدورو حکومتونو او لاس پوڅو مشرانو ته د اطاعت غاړه نږدي، چي د پردو د په زور زموږ پر غيرتمن ملت تحميل سوي وي؛ او په خپلو کورنييو او بهرنييو چارو کي د نورو په امر او فرمان کار کوي . ۲- په افغاني ټولنه کي د يوه ريښتني ملي حکومت هويت تر هغه مهاله نه بشپړيږي، چي پر ولسي ملاتړ سربېره د اسلام د سپېڅلي دين له اساساتو او زده کړو سره پوره سمون و نه لري . له دې کبله چي افغانستان يوه اسلامي ټولنه ده، بايد د دې هيواد د م� �ي حکومتونو ټول کورني او بهرني سياستونه د اسلام د مبارک دين د اصولو او قوانينو پر بنسټ ولاړ وي . په ټولنه کي د اسلام د مقدس دين د حکمونو او لارښوونو تطبيق، هيڅکله د هيواد د نورو ديني او مذهبي ډلو د مخنيوي، رټلو يا پيکه کولو په مانا نه دئ . د بېلابېلو دينونو پيروانو ته بايد د قانوني حُکمونو په چوکاټ کي، د ديني او مذهبي مراسمو بشپړه ازادي ورکړه سي . البته اوس هم د کاغذ پر مخ د داسي ازادييو د پوره تضمين خبري کيږي؛ خو په عمل کي ګورو چي د نورو اديانو پيروان د خپلو ديني او مذهبي مراسمو په پر ځای کولو کي له ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ دي . ۳- په افغانستان کي حکومت هغه وخت ملي او ولسي ګڼل کيږي، چي د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ او ملي واکمنۍ ساتنه تر ټوله لومړۍ او مهمه وجيبه وبولي . په کابل کي د روسانو د لاس پوڅي ح کومت او اوسنۍ مزدوري ادارې په څېر، هر هغه حکومت هيڅکله خپلواک نه ګڼل کيږي، چي پردي پوځونه يې په خاوره کي حکومت کوي . ۴- ملي حکومت بايد د هيواد د ګردو قومونو او نژادي ډلو د ژبو، دودونو او نورو فرهنګي ا� �زښتونو د ساتني او پرمختګ ډاډمن ضامن وي . په افغاني ټولنه کي هغه حکومت هيڅکله ملي پرستيژ نه مومي، چي زم وږ په خپلواک هيواد کي د پردو ژبو، رواجونو او کلتوري بر لاسي ته لمن وهي . د افغانستان په اوسنۍ تپل سوې ادا� �ه کي ځيني شاملي ډلي ټپلي په ټينګه تلاښ کوي، چي زموږ د تاريخي هيواد کي د افغاني ژبو او دودونو پر ځای د پردو ژبي، فرهنګي او مذهبي برلاسي ته لاره هواره کړي . ۵- د افغانستان ملي حکومت بايد په دولتي ادارو کي د ايماندارۍ او نېکنامۍ، پوهي او وړتيا له اصولوسره سم، د هيواد ټولو وګړو ته د پراخ او ريښتني ګډون شرايط ب� �ابر کړي . د دې خاوري هيڅ حکومت تر هغه وخته د ملي وياړ په تر لاسه کولو نه بريالی کيږي، چي کورنۍ او بهرنۍ سياست يې د ټولنيز عدالت پر پاخه تاداو ولاړ نه وي . په افغانستان کي د ملي حکومت د جوړېدو مسأله يوازي هغه وخت ريښتنې او عيني بڼه مومي، چي د دې هيواد ټول اوسېدونکي د قانون په وړاندي برابر حقوق او امتيازات ولري . يادو سوو ټکو ته په پام سره، ملي حکومت زموږ په ټولنه کي هغه سياسي او حقوقي مؤسسه ده، چي د ټولو افغانانو په خوښه او سلا منځ ته راغلې وي؛ د اسلام د سپېڅلي دين، ملي خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتيا او وياړلو افغاني ا� �زښتونو په کلکه ننګه او ساتنه وکړي؛ په هيواد کي د وروڼو قومونو او قبيلو يووالی او پيوستون لا ټينګ کړي؛ او د ټولنيز عدالت د لوړلو اصولو پر بنسټ، د دې هيواد د ټولو اوسېدونکو د روا حقوقو او ازاديیو د ساتني او پر مختګ په لار کي نه ستړي کېدونکي کوښښونه وکي . ملي حکومت له فکري پلوه د هري عقيدې له پيروانوسره په زغم او خواخوږۍ چلند کوي؛ له سياسي پلوه د ټولو هيوادپالو سياسي ګوندونو او سازمانونو ملاتړ کوي؛ په فرهنګي لح اظ د دې هيواد د بېلابېلو قومونو او قبيلو لرغونو دودونو ته په درناوي ګوري؛ د هغو په وده او پرمختګ کي فعاله برخه اخلي؛ او له اقتصادي اړخه د نړۍ راز راز اقتصادي سيسټمونو ته د کار او فعاليت په اجازه ورکولو سره، د دې هيواد د ټولو اوسېدونکي حياتي ګټي خوندي کوي . په دې توګه، ملي حکومت په افغاني ټولنه کي زموږ د ويجاړ هيواد د ملي او اسلامي هويت د ساتني ، د ټولو وروڼو قومونو د يوموټي کولو او زموږ د ګډ تاريخي کور د ژغو� �ني او پرمختګ يوازنۍ لاره ده . ب) په افغانستان کي د يوه پياوړي ملي حکومت د سمدستي جوړېدو اړتياپه افغانستان کي تقريباً اووه کاله مخکي د طالبانو حکومت د امريکايي لښکرو د بې رحمانه بمبارييو له امله دړي وړي سو . ګاونډييو هيوادونو، دافغانستان بدنامي شمالي ټلوالي ( ائتلاف ) او د هيواد د نورو سيمو ځينو کرغېړنو څېرو عملاً د امريکايانود دې خونړي يرغل مرسته او ملاتړ وکړ . دې خونړي تېري ډېر ژر په هيواد کي د داسي حکومت جوړولو ته لاره هواره کړه، چي نه يوازي افغانانو ته د منلو وړ نه دئ؛ بلکي په سيمه او نړۍ کي يې هم لوی شخړي او لانجې پېښي کړي دي . افغانان ټول پوهېږي، چي په کابل کي کښېنولئ حکومت څنګه او چيري جوړ سو؟ افغانانو او نړيوالو د سر په سترګو وليدل، چي د بېلابېلو هيوادو استخباراتي مؤسسو څنګه په بون کي د تړلو دروازو تر شا د نوکرانو يوه توره او کرغېړنه ډله، د لنډ مهاله حکومت په نامه زموږ پر مظلومو خلګو و تپله؛ او هغه ته يې « د بون د تړون » نوم ورکړ . د غو سياسي او پوځي ډلو ټپلو له بهرنييو استخباراتي مؤسسو سره د خپلو اړيکو په تناسب په دې تحميل سوي حکومت کي مقامونه او امتيازونه تر لاسه کړه؛ خو د دې لاس پوڅي ادارې زياتره مقتدر او فعال غړي، زموږ د هيواد په تېر دېرش کلن تاريخ کي هغه خطرناک جنايتکاران وه، چي هر هيوادپال افغان يې د نامه له اورېدو کرکه لري . د وسله والو ډلو ټپلو دا جنګي مشران اوس هم په بېلابېلو ډولونو، د افغانستان په ټولو سياسي، پوځي او اقتصادي پرېکړو کي اززښتناکه برخه لري . د امريکايانو د لاس پوڅي ادارې خونخورو مزدو� �انو د ټولو منلو بشري، اسلامي او افغاني معيارونو پر خلاف د هيواد په شمالي جبهو کي د طالبانو جنګي بنديان د ډبرو او لرګو په څېر په کانټينرونو کي واچول ، چي ځیني يې د هوا د نه رسېدو په وجه سمدستي مړه سوه؛ او ځيني نور يې په هماغه کانټينرونو کي د پلورل سوو جلادانو په ګولييو سوري سومبري سوه . د شمالي ائتلاف کرکجني جبهې د ام� �يکايانو او نورو بهرنييو هيوادونو د پراخو پوځي او مالي مرستو په ترلاسه کولو سره يو ځل بيا د کابل د کنډوا� �ه ښار او نورو ولايتونو د چارو واګي په لاس کي واخيستې . د شمالي ټلوالي په شان کرغېړني جبهې ته د افغانستان د ربړېدلو خلګو د مقدراتو سپارل، په ريشتيا سره د امريکايانو او نورو لوېديزو هيوادونو تر ټولو � �ويه او نه بخښوونکې جفا وه . که څه هم د طالبانو رژيم هيڅکله يو ملي اومترقي رژيم نه ؤ؛ خو د « بي۵۲ » ا� �وتکوپه بې رحمانه بمبارييو سره د هغه نسکورول له لويه سره هيڅ منطق او تعقل نه درلود؛ ځکه د پردو په توپ او ټانک د حکومتونو اړول، بې تباهۍ او بدمرغۍ بله هيڅ نتيجه نه لري . ښه به دا وای، چي نړيوالي ټولني د افغان فاجعې له پيل څخه د افغانستان د مسألې په وړاندي سمه او ګټوره لاره غوره کړې وای؛ د افراطي تنظيمونو پر ځای يې د هيواد د ملي او مترقي قواوو ملاتړ کړی وای؛ افغانستان يې په کابل کي د نجيب الله د حکومت تر نړېدو وروسته د تنظيمي جګړه مارانو او ګاونډيیو استخباراتو رحم او کرم ته نه وای پريښی؛ د يوه منځ لاري، ملي او مترقي نظام د جوړو� �و پر لور يې د طالب حکومت له مشرانو او حاميانو سره ر غنده کار کړی وای، چي په دې توګه د سيمي مغرضو دولتونو او بېلابېلو افراطي سازمانونو ته د ورانکارو فعاليتونو هيڅ امکانات نه وای چمتو سوي . تر دې لويي تېروتني چي تېر سو، امريکايي لښکرو بايد په افغانستان کي د نجيب الله د حکومت تر نړېدو وروسته د تنظميونو خونړييو جګړو ته په ژوري پاملرني سره، يو ځل بيا زموږ د رټېدلي هيواد سياسي او پوځي واک، د مالوم الحاله قاتلانو او و� �انکارو بدنامه ډلو ټپلو ته نه وای سپارلئ . د امريکا په مشرۍ بهرني پوځونه زموږ د خلګو ديني مقدساتو، دودونو او فرهنګي ارزښتونو ته په بشپړ سپکاوي سره د خلګو کورونو ته ننوزي؛ زموږ د بې ګونا هيوادوالو � �اسونو تړي؛ په سرونو يې توري خولۍ اغوندي ؛ په بې رحمۍ سره يې وهي؛ او د داړه مارانو په څېر يې د شپې په تيارو کي نامالومو ځایونو ته بيايي . زموږ ډېر کړېدلي هيوادوال تر اوسه پوري د خپلو بې ګونا عزيزانو د ځايځايګي ما� �ولو له پاره دوري او هوري دروازې ټکوي . نابللو پردو لښکرو زموږ ملي واکمنۍ ته د خپل ژور سپکاوي په � �ړ کي، د دې هيواد د بچيانو د ځورني او اسارت له پاره زموږ په خپله خاوره کي د بګرام په څېر وحشتناک محبسونه جوړ کړي دي ؛ او حتا ځيني بې ګونا افغانان يې د ټولو نړيوالو حقوقي نورمونو پر خلاف د ځوروني او ازار په مقصد د ګونتنامو په قفسونو کي اچولي دي . د بګرام او ګونتانامو په محبسونو کي د افغانانو ظالمانه ځوروني نه يوازي د بشري تمدن پر پاکه لمن د اوسني امريکايي حکومت توره او کرغېړنه لکهَ ده؛ بلکي د هغه ګوډاګي حکومت ح يثيت ته يې هم ستر زيان رسولئ دئ، چي دوی د خپل توپ او ټانک په زور په کابل کي کښېنولئ دئ . د شمالي ټ� �والي بېلابېلو جنګي ډلو او ځينو نورو مزدور صفته خاينانو، امريکايي يرغلګرو ته د خپلو صادقانه خدمتونو په وياړ ، د دې وس وموند چي د خپلو شخصي، ګوندي، قومي، او ژبنييو هدفونو د پوره کولو له پاره د هيواد په شمالي ولايتونو کي د پښتنو اوسېدونکو پر ځان ، پت اومال تېری وکړي . تر اوسه پوري زموږ په زرګونو شمال مېشتو پښتنو، د بېلابېلوجنګي او ستمي ډلو د ازار او ځوروني لکه کبله جبراً خپل کورونه او جايدادونه پريښي دي؛ او په پردو م� �کونو ياد هيواد په نورو سيمو کي د پردېسۍ ترخې شپې تېروي . د نژادي، قومي او ژبنۍ دوښمنۍ پر اساس د ځينو مزدورو � �لو ټپلو ظالمانه کوښښونه دلته نه ختميږي . د کابل په دولتي دستګاه کي شامل پلورل سوي مزدوران شپه او ورځ هڅه کوي، چي د هيواد د ګوټ ګوټ مظلوم پښتانه د طالب او القاعدې په نامه و ځپي؛ او دې غيرانساني موخو ته د رسېدلو په خاطر د ناټو له جنګي ماشين، مالي مرستو او سياسي ملاتړ څخه هم کار اخلي . د ډيوريند دنامنل سوي ک� �ښي دواړو خواوو ته د مېشتو پښتنو پر خلاف د امريکايي او پاکستاني پوځونو ظالمانه عمليات اوس د ټول پښتون � �ام د عامي وژني ( جينو سايډ ) او ځوروني تر حده رسېدلي دي . د عامي وژني او ځوروني د مخنيوي په اړه ټول بين الم� �لي کنوانسيونه په څرګندو ټکو د د غه راز جناتيونه يادونه کوي . په دې ډول، بهرنييو ځواکونو او دکابل په تپل سوې اداره کي پښتون دوښمنه مزدورانو له تروريستانو، افراطیونو او قاچاق وړونکو سره د مبارزې پر ځای، د دې هيواد د بې دفاع پښتنو په وړاندي ناروا جګړه پيل کړې ده؛ هره ورځ په کندهار، هيلمند، روزګان، زابل، غزني، و� �دګو، پکتيکا، لوګر، پکتيا، خوست، لغمان، ننګرهار، کونړونو، فراه، هرات، نيمرو ز، نورستان، کاپيسا او ځينو نورو سيمو کي زموږ بې ګونا ماشومان، ښځي او سپين ږيري په وينو کي لمبيږي؛ کورونه او کلي يې په هدېرو بدليږي؛ پر پت او عزت يې تېری کېږي . . . پاکستاني پوځيان هم د امريکايي ډالرو او وسلو د تر لاسه کولو او په سيمه کي د خپلو کرغېړنو نخشو د پر مخ بېولو له پاره په پښتني سيمو کي دلته او هلته پرله پسې بمبارۍ کوي؛ او د بې ګونا پښتنو پر وينو له امريکايانو او اروپايي اتحاديې څخه انعامونه اخلي . پاکستان د خپل جوړېدو له پيل څخه تر اوسه پوري هيڅکله د ازادو قبايلو فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي پرمختګ ته پام نه دئ کړی . ميليونونه بېوزلي پښتانه له کلونو کلونو راهيسي له خپلو کورونواوکلوليري په کراچي،لاهور، اسلام اباد او ځينو نورو ښارونو کي په موټروانۍ، چوکيدارۍ، دوکاندارۍ او ډول ډول نورو سختو کارونو لګيا دي . پاکستان، عربي او لوېدېزو هيوادونو د خپلو ستراتېژيکي ګټو د تحقق په مقصد، د پاکستان د جوړېدو له وخته په قبايلي سيمو کي د مذهبي تحجر، فرهنګي و� �وسته پاته والي او افراطيت اور ته لمن وهلې ده . هيچا نه يوازي د دې سيمو له بېوزلو خلګو سره د روغتيا، ښووني او روزني، کار موندني، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ، اونورو ضروري مسألو په حلولوکي هيڅ مرسته و نه کړه؛ بلکي د م ېړنييو ازادو قبايلو په سپېرو مېنو کي يې تل د افغان ضد جګړو لمبې بلي کړي دي . پر ويښو افغانانو سربېره، د نړيوالي ټولني څارګري ادارې په دې ښه پوهيږي، چي دهغوی وران ټاټوبي ته دا اورونه له بله ځایه را وړل کيږي . د ډيورينډ د کرغېړني کرښي دواړو خواوو ته پراته افغانان هيڅکله د خپل وياړلي او تاريخي کور ورانولو ته تيار نه دي . د پردو ناولو پلانونو له اوږدو کلونو راهيسي د هغوی ارام او سوله ييز ژوند له منځه وړی دئ . د پاکستاني ح کومت او لوېدېزو هيوادونو له پراخو اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي مرستو پر ته، اوس د دې تحميل سوي افراطيت له منځه وړل، د قبايلي زلمو او نورو سرحدي پښتنو تر وس وتلئ کار دئ . تاريخ شاهد دئ، چي افغانان خپلواک، س� �لوړي، زغموونکي، مېلمه پال او سوله دوست خلګ دي . افغانانو هيڅکله د چا پر خاوره، عقايدواو دودونو تېری نه دئ کړي؛ مګر نور د چنګېزيانو په دود په بې رحمۍ او وحشت سره د هغوی په نسل وژنه اخته دي . د بشر د حقوقو نړيواله اعلاميه، د ملګرو ملتو د سازمان د سياسي او مدني حقوقو تړون، د ملګرو ملتو د سازمان د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي حقوقو تړون او داسي نور معتبر بين المللي اسناد ټول په صريح نصوصو او احکامو سره بشري حقوقو او ازادۍ تضمينوي؛ خو په بدمرغۍ سره ګورو چي په دې رټېدلې خاوره کي، زموږ د خلګو له روا حقوقو او ازاديیو سره څه چلند کيږي؟ عجبه لا دا چي د هيواد د تپل سوي اساسي قانون په ډېرو مادو او فقرو کي هم د ملي واکمنۍ د ساتني او منل سوو بشري حقوقو د خونديتوب په اړه روښانه حُکمونه ليکل سوي دي؛ مګر په عمل کي هر څ وک ویني، چي د پردو په خوښه جوړ سوی اساسي قانون تر هر چا مخکي په خپله د پردو لښکرو، د کابل د تپل سوي حکومت او هغو جنايتکارانو له خوا تر پښو لاند ي کيږي، چي د امريکايي يرغل له برکته د خلګو په ځان، پت او مال لوبي کوي؛ تر اوسه هم په هيواد کي د زور واکانو د شخصي محبسونو کيسه ختمه نه ده ؛ هره ورځ د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه د زموږ د خوندو پر پاکه لمن د جنګي ډلو ټپلو د جنسي تېرييو خبرونه خپرېږي؛ او زموږ د رټېدلو وطنوالو له بش� �ي حقوقو څخه د داسي سرغړونو فهرست خورا اوږد دئ . د پردو په توپ او ټانک غره واکدارانو د خپلو ملي ضدخدمتونو په بدل کي د هيواد وياړلې تاريخي سيمه ( شېرپور ) په زور او بې شرمۍ سره لاندي کړه؛ او په خپلو چټلو پيسو يې هلته داسي ماڼۍ جوړي کړې، چي ځيني يې يوازي د سوداګرۍ او ګټي وټي له پاره، بهرنييو حکومتي او غير ح کومتي مؤسسو ته په کرايه ورکړل سوي دي . د ايله جاري ملېشو قومندانانو او وطن پلورونکو سياسي دلا� �انو د هيواد په هر ولايت، هر ښار او هر سيمه کي دخپل توپک او برچې له زور سره سم، د دولت او خلګو پر قانوني � �تمنييو خېټي اچولي دي ؛ داسي ډېر مثالونه سته، چي زموږ رټېدلي او بې وسه هيوادوال له خپلو قانوني سندونو سره په دې او هغه دولتي اداره کي دخپلو ملکيتونو د بيا تر لاسه کولو په هيله ګرېوانونه څيري، چغي او بوغاري وهي، خو د پردو په وسلو او پيسو مست واکمنان يې له مشره تر کشرهيڅوک غاو نه کوي؛ د دولت ځيني لوړ اراکين هم د مافيايي ډلو له خوا د مځکو د لاندي کولو، زور زياتييو، حق تلفييو، پر خپلسر ودانيیو، اختلاس، رشوت اخيستني او لسګونو نورو غير قانوني عملونو يادونه کوي؛ خو په ټول هيواد کي داسي مقام نسته، چي د قانوني او وطني م سووليت په منلو سره سرغړوونکي د قانون منګلو ته وسپاري؛ حق، حقدار ته و سپاري . پاته لري نور بیا ....."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دجانان کوټه", "output": "د جانان کوټهآ دې ليدلې آ د لوى انگړ د وره تر څنگههغه وړه خو گراني ښکلې ا و نيازبينه کوټهآ چې بلا يادونه ستا دې په کې غلي راتههغه زما د ژوند تر ټولو ده حسينه کوټه گراني ٣ کاله پس هسې خداى ورپېښ کړمه پرېهر څه پرځاى و خو جانانه په کې ستا کمى ود طبيعت د ښک� �ا رنگ خدايږو پيکه ښکاريدهڅومره بي خونده و چې گرانه په کې ستا کمى و هغه د وره د څنگ هينداره پر گ� �دو لړلېهغه چې تا په کې خپل ښکلى مخ هر وخت ليدلوآ کمپيوټر لا اوس هم هاغسې پر ميز اېښى دىهغه چې تا په کې کيسه او ما به شعر ليلکو آ د دهليز د کونج آ توره بخارۍ نه وه؟هغه اوس هم شته او خلک ترې چاپېره ناست ويلکه داستا د تير يادونو او غمونو منځ کېچې زما دا خوار زړه په کې گيره ناست وي. د کتابونو المارۍ لا اوس هم هاغسې رنگينه بريښيخو په کې ستا لنډې کيسي او ناولونه نشتهد المارۍ د څنگ ديوال خدايږو سپېره ميره دىاوس په کې ستا آ ځړيدلي تصويرونه نشته د پخلنځي او خوړنځي به درته څه ووايمپه پخلنځي کې اوس هر څه � �ته خو لوگي يې نشتهدخوړنځي د ميز چاپيره اوس هم ايښي چوکۍچې پرې ناشته وکړي جانانه آ سړي يې نشته بس خلص دا چې اوس هم هغه وخت،هغه ځايونهخوتش يواځې په کې ستا ياره ديدار نشتهاوس دکابل دا لوى ښار هم راته زندان ښکاريپه کې هرڅه شته خو جانان د زړه قرار نشته. کابل نوې ښار ٢٠٠٧-١١-٢٠ ورځ سه شنبه وخت د سهار ٨:١٧"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مولانا فضل الله کور ړنگ شو، مرستيال يې ووژل شو", "output": "ميرويس جلالزی د پاکستان پوځیانو په شمالي وزیرستان کې د طالبانو د عمده ښار صوات دوه مهمي سیمي له طالبانو څخه نیولي دي. د پاکستان پوځیانو نن سهار خبر ورکړ چې د صوات په قبایلی سیمه کې یې د خوازه خیلو او مټه سیمي د مولانا فضل الله له پ� �ویانو نیولي دي .دا دوه سیمي د قبایلي طالبانو عمده مرکزونه شمیر کیدي . د پاکستان پوځ وایې چې د صوات عملیاتو له پیل راهیسي یې 250 یاغی طالبان وژلي دي . په دې جگړو کې د 15 دولتي عسکرو او 30 تنه ملکی کسانو د مرگ ژوبلي خبرونه هم ورکړل شوي دي .په ورته وخت کې د پوځ ویاند د امام دیري د سیمی د نیولو خبر هم ورکړی . په دې جگړه کې د مو� �انافضل الله په شمول د دهْ دملګرو كورونه هم وران شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د موسکا پای -د پاکستان نوﺉ ولسمشر د مشرف عکس دﺉ", "output": "لیکوال : اریک مارګولیسمنبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا ) نېټه : ۱۴/۹/۲۰۰۸ همدا اوونۍ د نوي ولسمشر آصف علی زرداری یعنی د وژل سوي بی نظیر بوټو د مېړه د کار پیل باید هغه پاکستان ته څه امید او لورﺉ ورکړی وای چی جنګ ته داخلېدونکی دﺉ . خو داسی ونه سوه ، بلکی د ماضی یو ستومانه احساس بیرته تکرار سو . د زرداری د تګ لاري لومړنۍ عمده وینا دا وه چی د پاکستان په شمال لویدیځ کی یې په اصطلاح « د ترور پر ضد د جنګ » سره بیا هم تعهد وکړ . د ده لخوا د بوش د دغی اصط� �اح انتخابول واشنګټن ته یو څرګند پیغام و یعنی دا چی دﺉ اراده لری چی د امریکا د ننګی وړ پخواني دیکتاتور پ� �وېز مشرف کرکجنو تګ لارو ته پایښت ورکړي او پاکستان د واشنګټن سور او تال ته ونڅوي . داسی ښکاری چی زرداری اصلأ د مشرف د ناکام رژیم مصیبتونو ته دوام ورکوی . پاکستان مفلس یا دیوالی دﺉ او د تېلو او خوړو د واردولو په غرض د خارجی اسعارو لپاره صرف ۶۰ نوری ورځی لری . د هېواد د ۱۶۵ ملیونه نفوس نیمایی وګړي د ورځی په صرف دوه ډالره سره پایی . د امریکا لخوا د ۲۰۰۱ راهسی د ۱۱٫۲ بلیونو ډالرو مرستی او په لسګونو ملیونو ډالرو هم د پټو مبلغونو ورکړي ، د پاکستانی پوځ او امنیتی ځواکونو بی میله یا بېزاره کونکی وظایف اجاره کړي او د هغه د حکومت ګډه مرسته یې متردده یا مذبذبه کړې ده . خو د پاکستان ۹۰٪ ولس په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ د جنګ مخالف دي او دوی هم د اکثریت اروپایانو غوندی هغه یو داسی استعماری جنګ بولی چی غواړی د منځنۍ آسیا پر انرژي باندی د امریکا تسلط خوندی کړی . هغوی ځکه د مشرف څخه کرکه لرل چی هغه د پاکستان په شمال لویدیځ کی د طالبانو پلوه پښتني قبایلو سره د جنګ په غرض ۱۲۰٫۰۰۰ پاکستانی پوځیان هلته سوق او پدې بهیر کی یې په زرګونو ملکی انسانان ووژل او په افغانستان کی یې د امریکا جنګ ته سېک ورکړ . اوس چی زرداری ، یعنی هغه څوک چی د واشنګټن په مالی او سیاسی ملاتړ سره واک ته ورسېد ، غواړی چی پر عین هماغه پل خپل پل پسی کښېږدي . دا چی د رایه ورکونکو صرف ۲۶٪ د ده ننګه کړې ، نو ځکه ز� �داری مخ پر سختو ربړو ورتلونکی دﺉ . د زرداری لخوا د پاکستان د ستری محکمې د هغو قاضیانو د بیرته مقررولو څ خه انکار چی مشرف پسی اخیستی وو ، پخپله د دیموکراسۍ پر مخ یوه څپېړه او د هغه سخت فساد د اتهاماتو ثبوت دﺉ چی دﺉ به محکمې ته راکشوی . زرداری له هغه مهاله چی د عامه قراردادونو وزیر و ، په « ښاغلي ۱۰٪ » سره مشهور سو ، خو نن خپل هماغه غلط اجراأت نه مني ، او ټینګار کوی چی دا تورونه ټول د سیاسی پلوه لمسونونه وو . د امریکا هغو پلانونو چی غواړی د پاکستان په پښتني آزادو قبایلی سیمو کی ځمکنۍ حملې وکړی ، یو نوی بحران را تود کړی دﺉ . ز� �داری په ظاهره د خپلو خلکو پر ضد د امریکا د نورو ډیرو حملو تصدیق او تایید ورکړی دﺉ . خو د پاکستان پوځی م� �تدر لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی وایی چی د هېواد ۶۵۰٫۰۰۰ کسیز وسلوال ځواکونه به پر خپلو پولو د امریکا تی� �ی ونه زغمی . حالت دې ته رسېدلی چی ښایی د پاکستانی او امریکایی پوځونو تر منځ شخړي پیښی سی . دا چی کاناډا به د پاکستان په قبایلی سیمو کی جنګ ته ور کش کړه سی ، تر اوسه واضح نه دﺉ . خو د هارپر د حکومت د دفاع پخواني وزیر په بی پروایی سره غوښتی چی کاناډا یی پوځونه دې پر پاکستان برید وکړی . پر ټرکونو حملې - د ټرکونو هغه کاروانونه چی دامریکا او ناټو لپاره تیل ، اوبه او مهمات راوړي کله چی د افسانوی خیبر درې ته رسیږی ، نو د طالبانو پلوه ډلو د زیاتېدونکو حملو سره مخامخ کیږی . نن سبا یو ډېر ناوړه دوران په چلښت کی دﺉ . امریکا د پاکستان وسلوال يوځ ته پیسې ورکوی چی د پولی پر اوږدو د طالبانو پر پلویانو حملې وکړي ، خو په افغانستان کی بیا د امریکا د جنګ سره کومک کوي . پدې ډول امریکایی او پاکستانی جنګی الوتکی په آزادو قبایلی سیمو کی د پښتنو کلي بمباری کوی . خښمېدلی پښتانه هم په بدل کی د حکومتی اهدافو پر ضد خپلو بمی حملو ته لاس اچوی ( یعنی د دوی « تروریزم » ) . حکومت او امریکا خپلی حملې پداسی حال کی نوري هم پسی ډېروی چی هلته پاکستانیان د خپل حکومت څخه د خپلو خلکو د وژلو بندول غواړي . د مشرف څخه ځګه نفرت کېدﺉ چی هغه د امریکا ګوډاګی و . که زردا� �ی د مشرف هماغو ناکامو تګلارو ته پایښت ورکړي ، نو دﺉ به هم د کټ مټ برخلیک سره مخامخ سی . امریکا پر پاکستان باندی په ځمکنۍ حمله سره غواړي د غالبوزو یو بل چرګینی را وپاروی . دا چی هغه تر اوسه پدې نه دی توانېد� �ی چی د امریکا په مشرۍ د افغانستان د نیونی په وړاندی هلته ملی مقاومت دړی وړی کړی او د تیلو د پایپ لاین پلان سوﺉ لوری وژغوری ، نو د بوش نامینده سپینه ماڼۍ چی نه اضافی پوځیان او نه هم ډیري پیسې لری تر څو افغانستان پرې تابع کړی ، په لوی لاس یو بل نوﺉ جنګ پېښوی . هو ، پاکستان ته د دې افغانی جګړې ورغځول خطرناک عمل او بی ځایه زړه ورتوب دﺉ . دا کار د نازک او ژر ماتېدونکي پاکستان د بی ثباته کولو او بېلتون تهدیدونه ورسره لری کټ مټ لکه امریکا چی په عراق کی وکړ . ټوټه سوﺉ پاکستان به هند ولمسوی چی مداخله وکړي حال دا چی دواړه اټومی وسلې لری . ځکه نو آصف زرداری پر یو ټک ټک لرونکي بم باندی ناست دﺉ . هغه یو نوي سوچ او فکر ته اړ دﺉ . په همدې ترتیب د ده � �ویدیځ ساتندویان هم مخکی لدې چی پاکستان یې پر ټوټو سره چاودلی وی ، د افغانستان د عبث جنګ ختمولو ته باید فکر وکړي . پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اغلي صفيه صديقي د سويډن دمېشتو افغانانو مېلمنه وه", "output": "په سويډن کې د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز لخوا : مسافرو کره ښه راغلې د ۲۰۰۴ م کال د سپتمبر مياشت، ددغې مياشتې نوم د هر چا لپاره ټکان ورکوونکی دی. کله چې نړۍ وال د سپتمبر د مياشتې نوم اوري نو له هر چا سره دا احساس پيدا کيږي چې بيا کومه انسان وژونکې پېښه شوی ده، او يا کوم اوښتون راغلی دی؟ د اځکه ددې مياشتې په يوولسه نېټه يو وخت هغه څه پېښ شوه چې ټوله نړۍ يې له همېشني خوب څخه راويښه کړل، ځکه کله چې د سپتمبر د مياشتې نوم اخيستل کيږي نه يوازې افغانان بلکې له نړۍ والو سره هم د ډار او خواشينۍ احساس راپيدا کيږي، او هرې خوا ته له وحشت څخه د وېرې له احساس څخه په ډکو سترګو نړۍ ته ګوري. مګر دا ځل نه دنګې ماڼۍ نړول شوي او نه هم انسانان وژل شويدي. هر څه پر ځای دي، خو له ګران هېواد افغانستان څخه يوې افغانې مېرمنې چې پخپل هنري هاند يې همېشه ښځه، مور، خور، لور او ژوند انځور کړی له هېواد څخه واټنونه لېرې پرتو مهاجرو ته او له هېواد څخه لېرې پرتو مسافرو ته سر راښکاره کړ، هغه اغلې صفيه صديقي وه، چې مالمو ته راغله. په مالمو کې اوسېدونکي افغانان د هغوی مېلمه پال وه. د سپتمبر په ۲۷ نېټه په هغه محفل کې چې د سويډن – افغانستان کمېټې لخوا جوړ شوی وو، د افغانانو سره په افغاني مينه او احساس د زړه خواله وکړه او په دغه جونګړه کې يې په پښتو، دري او انګليسي ژبو نه يوازې خپل هنري انځورونه د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل، بلکې د هغوی هغو سوالونو ته يې چې د افغانستان په دغو ستونزمنو او برخه ليک ټاکوونکو شېبو کې نړۍ والو ته د علاقې وړ وه، وړ ځوابونه وويل. په سبا يې چې د سپتمبر د مياشتې ۲۸ نېټه کېږي اغلې صفيه صديقي هغه محفل ته د بلنې هو وويل کوم چې ددغې اغلې په وياړ په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز په نوښت جوړه شوې وه. دغه دروند محفل د حبيب الله غمخور لخوا نوموړې اغلې خور ته د هرکلي په ويلو سره پرانيستل شو. وروسته عادلې رحمتزۍ د غونډې ويناکوونکي خلکو ته يو په بل پسې ورپېژندل. ددغې ښکلي او په زړه پورې ادبي او فرهنګي غونډې په وياړ چې زيات شمېر افغانان، ښځي، نر او ځوانان راټول شوي وه د سويډن د مالمو په ښار کې ميشته افغان شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو خپل خواږه او په زړه پورې شعرونه د غوندې برخه والو ته واورول. د مشاعرې په پيل کې په مالمو کې اوسېدونکي افغان او زموږ د هېواد پخواني شاعر ښاغلي محمدګل ( شبګيريار) خپل دوه شعرونه ( دوطن ياد، او يوه غزل)، ښاغلي عبدالباقي ( تلاښ ) خپل دوه شعرونه او زموږ ځوان او تکړه شاعر هېواد( شېرزاد)، قدرت (حليم) او له ډنمارک څخه رابلل شوي د پښتو ژبې خوږ ژبې انځورګر ښاغلي عبدالمالک ( بېکسيار) او نورو شاعرانو خپل د زړه خواله له اغلې صفيه ( صديقي ) او د غونډې برخه والو سره شريک کړه. د يادولو وړ ده چې زياتو ځوانو افغاني زلمو شاعرانو دبېنوا د فرهنګي ټولنې د مشر ښاغلي عبدلاحمد محمديار په وياړ هم خپل ښکلي شعرونه ولوستل. د پروګرام په دوهمه برخه کې اغلې صفيه ( صديقي ) پخپلو خوږو شعرونو او ادبي انځورونو سره د غونډې برخه وال د څو ساعتو لپاره خوښ وساتل، داغلې ( صديقي ) شعرونه او ادبي انځورونه د غونډې د برخه والو له خواپه چکچکواو وطني احساساتو سره بدرګه کېدل. د غونډې په پايله کې په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د غړو په استازيتوب د ګلو ګېډۍ د همدغه مرکز د مشر ښاغلي محمدا قا ( شېرزاد ) لخوا اغلې ( صديقي ) ته ډالۍ شوه. ( د غونډي يوه څنډه ) د غونډي يو شمېر برخه والي او اغلې صفيه صديقي له ډنمارك څخه ښاغلی عبدالمالك بيکسيارد غونډي برخه والو ته خپل شعر اوروي ښاغلی محمدګل شبګيريار د غونډي د مشاعري پر مهال خپل شعر اوروي ښاغلی عبدالباقي تلاښ د مشاعرې په برخه کښي اغلې عادله رحمتزۍ غونډي ته د وينا په حال کښي ښاغلی قدوس رحمتزی د مشاعرې پر وخت خپل له احساساتو ډک شعر وايي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: خوشي سوي مېرمني غزني ته په لاره دي", "output": "کوريا ټايمز انټرنيټ پاڼي خبر ورکړ، طا� �بانو له ٢١ تنو کوريايي بنديانو څخه دوې تنې ناروغي مېرمني خوشي کړي دي، چي اوس غزني ته په لاره کي دي. ټاکل سوې ده چي دغه دوې مېرمني به د غزني ولايت د سره صليب په دفتر کي کوريايي مقاماتو ته وسپارل سي. د طالبانو په وينا دغه دوې مېرمني يې کوريايي استازو ته د ښه نيت د ښودلو په خاطر خوشي کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ادارې فساد پر وړاندي د ولسمشر کرزی نوي هڅه", "output": "جمهور ريس کرزی د يو فرمان په ترځ کې د اداری فساد پر وړاندي د مبارزې د ستراتيژۍ د څارني لپاره د يوې بلي ادارې د جوړيدو امر کړی .دا نوي ادا� �ه به خپل رپوټونه ولسمشر ته حواله کوي او د هغه تر مستقيم دستور لاندي به کار کوي .دا گام په داسي حال کې پورته کيږي چې دا گړۍ يوه ورته خو په لږ توپير بله اداره هم شتون لري خو د کړنو په اړه ېې د خلکو تشويشونه مخ پر زياتيدو دي.له ادارې فساد څخه يوازي افغانان نه بلکه مرسته کونکي بهرنيان هم سخته ويره لري او د پرمختگ په لار کې ېې يو ستر خنډ بولي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د صلح د ټينګولو د پاره لا زمي اهداف", "output": "لومړى: مشورهصلح په دې خاطرو مينځ ته راځي چي دناخوالو لمن ټوله کړل شي او نا خوالي هغه دي چي په ټولنه ،کورنۍ ، چاپېرېال او ملک کښي فسادونه جوړوي لکه پورته چي و ويل شول دا لنډ مثالونه ټوله د صلح په موخه خنډ دي. د صلح را تللوته ترټولو لومړى د هغه اشخاصوس� �ه مشوره کول ضرور دي چي د عقل ، منطق او سالمي لارښووني مستنفذين وي او د خپلو نېکو کردارو په عملکرد سره � �هرت ولري.ځکه الله پاک فرمايي:﴿ لاَ يَسْتَوِىْ اَصْحَابُ النَّارِ وَاَصْحَابُ الْجَنَّةِ اَصْحَابُ ا� �ْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ (20)﴾ الحشرترجمه: برابر نه دي ملګري د دوږخ او ملګري د جنت ملګري د جنت هم دوى دي ګټه کونکي.مشوره هم ځانته قوانين لري او نوعيت چي د پوهي د پاره يې عاقلان سنجش کولاى شي څ� �نګه چي زموږ موضوع دلته د صلح په باب اړيکه ده بهتره داده چي د همدې پلوه څېړني وشي کله چي موږ غواړو د صلح په هکله تصميم ونيسو بايد د صلح تر عنوان لاندي د ابعادو څېړندوى اوسو نه داسي چي د شخصي ګتو په اساس راټول شو او د مشورې لاره غوره کړو د داسي کسانو مشوره چي دشخصي مفاداتو په مبنا ولاړ تهداب لري د صلح په راتللو کښي د منلو وړ نه ده د مثال په ډول په دې الهي ارشاد کښي موږ ته لار ښوونه شوېده.﴿ اِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَاَخُوهُ اَحَبُّ اِلَى اَبِيْنَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ اِنَّ اَبَانَا لَفِىْ ضَلاَلٍ مُّبِينٍ(8) اقْتُلُوا يُوسُفَ اَوِطْرَحُوهُ اَرْضًا يَّخْلُ لَكُمْ وَجْهُ اَبِيكُمْ وَتَكُونُوا مِنْۢ بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ(9) قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَاَلْقُوهُ فِىْ غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّا� �َةِ اِنْ كُنتُمْ فَاعِلِينَ (10)﴾ يوسف ترجمه:هغه وخت چي و ويل (لسو وروڼو ) خاماخا يوسف او ورور يې ( بنيامين )ډېر ګران دي و پلار زموږ ته له موږ څخه او موږ چي يو، يو ډله يوقووتناکه ، په تحقيق سره پلار زموږ چي دى په خطاکښي دى ښکاره . و وژنئ يوسف يا و غورځوئ دا يوسف په يوه مځکه کښي چي ترې خلاص شي تاسي ته موخه د پلارستاسي او شئ به تاسي وروسته له دې يو قوم صالحان . و ويل يوه ويونکي له دوى څخه مه وژنئ يوسف او وغورځوى دا يوسف په يوه ګمنامي تېاره کوهي کښي چي وائې خلي ځني تېرېدونکي که يې تاسي فاعلان د دې کار.خبرتيا:دا هم يو ډول مشوره وه د خپلو وروڼو په مينځ کښي چي د خپل بل ورور د پاره د کوهي کيندلو لاره پخه کړي او يا هم د هغه د نېست والي زمينه برابره کړي څو په راتلونکي کښي د صلح لمن خپره شي.پروردګارعالم موږ د داسي مشورې څخه منع کړي يو او دا واقعه يې چي د حضرت يعقوب (ع) د زامنو تېره شوې وه موږ ته په همدې غرض بيان کړه چي د کوهي کيندلو دپاره م� �وره د صلح تر عنوان لاندي د اسلامي تګلارو څخه نه شمېرل کېږي د ښو او بدو مالک د ژوند او مرګ مالک الله پاک دى هيڅوک قدرت نه لري د چا څخه ژوند واخلي او يا هم ورته ژوند وبخښي په داسي حالت کښي چي الله پاک نه وي اراده فرم ايلې .داسي تګلاره چي د کدورت او حسد له لوري را مينځ ته کېږي او بلاخره د صلح ترعنوان لاندي ورته نوم ايښودل کېږي د مردودو کړنلارو رديف دى او د نفسي خواهشاتو پيروي. هغه کسان که د مشورې لاره د صلح و راتګ ته په داسي پلمو او بهانو سره لټوي هيڅکله د صلح درېدل مينځ ته نه راځي له همدې کبله موږ هم د موضوع د روښنائي د پاره دا مبارک آيت غوره کړڅو دحقايقو ځلېدل لوستونکي په ډاګه سره و ويني او وئې لولي. د مشورې د پاره داسي کسان چي الله پاک موږ ته معرفي کړيدي او د هغوى نېک اعمال يې ستايلي دي بايد په خپلو مشورو کښي د صلح و راتللوته غوره کړولکه: ﴿ وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلوٰةَ وَاَمْرُهُمْ شُورٰى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ يُنْفِقُوْنَ (38)﴾ شورىترجمه: هغه کسان چي قبلونه کوي د احکامو د پاره د رب خپل اوسم دروي لمونځونه خپل او امر کوي په مينځونو کښي خپل او د هغه څه نه چي په رزق ورکړيدي موږ دوى ته روزي ورکوي په نفقې سره و غريبو اومحتاجانو ته.دوهم: د خبري کولوقانوند صلح د مينځ ته راتللو د پاره بايد د هغه خبرو څخه کار واخيستل شي چي د ملايمت او نرمي لهجې په چاپېريال کښي کارول کېږي د سرټنبګى او لوجاجيت په ويناو سره د صلح مينځ ته راتلل امکان نه لري د دې کار د پاره د داسي اشخاصوموجوديت لازمي شرط دى چي د علم او حلم په خصايصو سره مالامال وي د پوره اختيار واک او د حقايقو په روښانه کولو سره د قبلولو او قبول کېدلو توانمندي و لري.﴿ وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ اِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ اُوْلَئِۤكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولاً(36) ﴾ بني اسرائيلترجمه: اومه کوه پيروي د هغه څه چي نه وي تالره په هغه سره علم په تحقيق سره غوږونه،سترګي او زړه درې سره دي په هغه څه چي وه حاضرد هغه کاره څخه مسؤل.يعنې په ورځ د آخرت به د دې درو واړو څخه پوښتنه کېږي او جواب به ورکوي د حقانيت په هغه صورت کښي چي خپله متخلف انکاري � �ي. ﴿ فَقُولاَ لَهُ قَوْلاً لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ اَوْ يَخْشٰى (44)﴾ طه ترجمه: و وايي ده ته خبري نرمي ښايي دى پند واخلي يا و پوهېږي او يا هم و وېرېږي.د دې آيت ارتباط د خبرو کولو په تاءثر کښي دى خاص داسي معنا نه لري چي د حضرت موسى او هارون (ع) تګ د فرعون په موخه او هغه ته د خبرو کولو پيغام رسول دي. قرآن موږته د پند او عقل د بيداره کولو په خاطر د تېرو شوي يو افعالو کردار او کړني بيان کوي څو د وضاحت ، فصاحت او ب� �اغت اعجاز د همدې وينا څخه واخلو لکه بل ځاى چي الله پاک فرمايي (( ادع الى سبيل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة و جادلهم باالتى حى احسن. )) يعنې د خبرو کولو په و خت کښي بايد د پوره پوهي ، عجز،حکمت او بلاغت څخه ګټه واخيستل شي څو دموضوع ثابت والى خپل دريځ روښانه کړي . زور، درواغ، بهتان، ټګي او بې علمي ټوله د خبرو کولو په ادابو کښي مردود ګڼل شوي دي. سالم او بادرکه انسان ته دا په کار دي چي د خبرو کولو په دور کښي د پوره توجه او حقايقو � �يدني ته رجعت ولري څو د زمان او مکان په نظرکښي نيولو سره د خپلو خبروتنظيم د حقايقو څخه بې بهره نه کړي. نه داسي چي د هر لوښي په دخل کښي د هغه لوښي شکل غوره کړي. درېيم : داخباراتو او ميديادندهدا واضح خبره ده چي د هري ټولني او موضع په هکله خبري کېږي او آوازې خپرېږي خو د دې ټولو برنامو تر شا د ميډيااو اخباراتو لاس وي که چيري د حقايقو په پلي کولو تشريحات او تبليغات مينځ ته راځي نو په حقيقت کښي د اصلاحاتو د پاره زمينه برابرېږي او دموضوع ګنګ والى يا هم د پروپاګند په لحاظ غلطي ښووني د خلکو ذهنونو ته رسېږي په اصل کښي د صلح و پايښت ته د پاى نقطه ايږدي ځکه خلک دي چي د صلح او جنګ په ساتلو کښي رول لوبوي له همدې کبله د خبرو شفافيت د حقايقو په پرتله بايد په ډاګه شي نه داچي د پردې شاته د بلي پردې موجوديت ترينه � �اووزي.د اخباراتو رول د موضوع په څرګندوالي کښي ډېر ښه کردار اداء کولاى شي په دې خاطر چي د نظري او عملي ت� �ريحاتو لړۍ د انساني ذهن په لوحه باندي د نقش ثبوت پرېږدي او و ذهن ته د سکون دريچه پرانيزي د همدې خبري تائيد موږ په وضاحت سره د نړۍ په ميډيا کښي موندلاى شوځکه دومره چي ميډيا او نشرات رول لري په هم هغه پيم انه د تود جنګ نخښي نه پاتي کېږي. د تېرو شوي يو واقعاتو بيان د قرآن پاک په آياتونو کښي او د جنت بيان موږ ته د سمي او کږې لاري وضاحت په ډاګه کوي څو د خپل دريځ غوڅ تصميم ونيسو اودراتلونکي ښه ژوند په هکله خوشبين اوسو.ميډيا د نن ورځي څخه نه بلکه د انسان د پيدايښت سره يو ځاى د يو لازمي او ضروري رکن په رديف کښي درول شوې ده چي د سمون او کوږوالي دواړه حالتونه په بر کښي نيسي له همدې کبله موږ په خپله بشري ټولنه کښي دوې مېډياوي يا دوه نوع خبر رسونکي اطلاعاتي برنامې لرو يوه يې د حقايقو په بنسټ ولاړه او بله يې د شيطاني اعمالو يا درواغو په خپرولو سره اطلاعات دي . د حقايقو په رسولو کښي الهي ارشادات چي د حضرت جبرائيل (ع) په ذريعه د الله پاک له لوري اويا هم د وحي په شکل د انبيآء عليه السلام په ذريعه د مځکي پرموخه پلي کېږي اويا هم د نېکو اشخاصو په زړه د يوې پاکي برنامې ظهور چي د وخت او زمان د تقاضاو سره د الهي دين په مدد نقش کېږي پېژنوپه مقابل کښي د شر پسندو، غلو ،سياسي داړه مارانو او دشخصي ګټي غصبونکو هغه دسيسې چي د وحشت، عوام فريبى او چال چلند په لاره کښي خپرېږي هم وينو پس قضاوت د داسي خپرونو د انساني مغز د رشد او عقلي سالم والي په ماحول پوري ارتباط نيسي چي د ټولني، کورنى او محيط په جوړښت او را پرځولو کښي بازى کوي. له همدې کبله د صلح په خبرو اترو کښي بايد د � �فافيت او پاکي عقيدې تظاهر ښکاره وي څو د مقابل لوري ته دا اطمنان حاصل شي چي موضوع د انساني ټولني او رفاه په هکله پيل کېږي.په دې اساس کښي هره ډله د متخاصمو چي د صلح په وړاندېز باندي اصرار کوي د خپلي خپروني د پاره د ميډيا او نشراتو څخه هم ګټه پورته کولاى شي او کوي يې د مثال په توګه هرکله چي د سياسي پارټيو يا هم دولتي ا� �ګان له لوري د کومي برنامې تر لاس لاندي نيول شروع کېږي مخکښي له موخکښي يې د اعلاناتو او خپرونو لړى جاري ساتلې کېږي څو د خلکو ذهن د خبري روښانه کولو ته آماده شي له همدې کبله د چال او فريب، حق او عدالت دواړي خپروني د خلکو په ذهنونو کښي ځاى نيسي داچي د کوم پلو په تعقيب د خلکو تګلاره سمېږي د وخت او عقل په سالم والي پوري ا� �تباط نيسي.زموږ مسلمانانو په دين او آئين کښي د درواغواو فريب کاريو لاره تنګه او د منلو وړ نه ده له همدې کبله د پاک نيت او خلوص په ولکه کښي د صداقت تر شعار لاندي د موضوع په سر بحث د پټ حالت څخه و روښانه حالت ته ويستل دي او د خپل ملت خبرول په حقايقو سره امر دى لکه: اُبَلِّغُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَاَنصَحُ لَكُمْ وَاَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ(62) الاعراف نوح (ع )و ويلترجمه:رسوم تاسي ته پيغامونه د رب خپل او نصيحت کوم تاسي ته په هغه سره او پوهېږم له جانبه دالله په هغه څه چي تاسي نه پوهېږ ى. اُبَلِّغُكُمْ رِسَالاَتِ رَبِّي وَاَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ اَمِينٌ (68) الاعراف هود (ع ) و ويلترجمه: رسوم تاسي ته پيغامونه د رب خپل او زه چي يم تاسي ته نصيحت کونکى يو امانتداره.په دې پورته ويل شوي � �ياتونو سره چي په لس هاوو نور داسي وړاندېزونه شته موږ ته ښوونه کوي چي د حقايقو په پلوى او د حقايقو په ويلو پوري خپل ټول حواس بند وساتو او د داسي افواهاتو څخه ډډه وکړو چي د حقايقو سره مغايرت ولري او يا هم په اصل کښي حقيقت وي نه.موږ د داسي شواهدو سره پوره پوهه لرو چي د مادياتو په عوض يا تحفې په بدله کښي د اصلي م� �ام پټول يو عادي کار ګرځېدلى دى او د ميډيا ډېري برخي د همدې کلتور تر تاء ثير لاندي کار کوي په حقيقت کښي دا سي کردارونه د صلح په ټينګولو او راتللو کښي کومه اغېزه نه شي لوبولاى او نه هم د داسي برنامو په ترڅ کښي د صلح م� �ام پاتي کېږي . وَلاَ تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ ٰامَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا ... ( ٨٦ ) الاعراف ترجمه: او مه کښېنئ پرهره لاره څو و وېروى او منع کړى خلک د � �اري سمي ( الله ) څخه هغه څوک چي ايمان راوړي په الله باندي او لټوى تاسي دېته کوږ والى. د کوڅ و، لارو، سړکانو ، راديو ، تلوېزيون،انټرنيټ او اخبارونو، جرايدو،رسالواو پوست کارتونو له لاري چي د ميډيا کومي انګازې خپرېږي ټوله د عامه اذهانو په پوهولو کښي که منفي اړخ وي يا مثبت اړخ لوى رول لوبوي ځکه د عامي ټو� �ني ذهني شرايط دسياسي يا اداري کارونو د پوهي د پاره ژوندى فعال رول نه شي لوبولاى له هخدې کبله په ډېره لږ ه کجي سره د طوفان راتلل او د آشوب ظاهرېدل د امکان څخه ليري خبره نه ده له همدې کبله د ميديا رول د ټولني په سعادت کښي اهم کردار اداء کولاى شي همداسي د صلح دخبرو په خپرولوکښي د يوه با ايمان او بې ايمانه ترمينځ بې� �والى په ډاګه کولاى شي. وَلاَ تَكُونُوا كَالَّذِينَ قَالُوْا سَمِعْنَا وَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ(21) ا� �انفال ترجمه: مه کېږئ لکه هغه کسان چي وايي وا مو ورېدل حال داچي دوى نه اوري .په وضاحت کښي د مي� �يا د پاره داسي قواعد بايد موجود وي څو د ابلاغ ترتيب او تنظيم په حقاني ډول سره تر سره شي. له بده مرغه د خبرو د اورېدلو او نه اورېدلو د پاره علتونه شته يو داسي کسان دي چي اوري خو ځان نه پوهوي. دوهم ډول داسي کسان دي چي د اورېدلو استعداد ( لياقت ) نه لري په دې معنا چي هرڅه ورته و ويل شي خپل ځان داسي ګول اچوي يا م وضوع داسي سطحي فکر کوي لکه د يوه وړوکي خس غورځول.د دې خبري په تحليل کښي لومړى هغه کسان چي ځانونه نه پوهوي په تې معنا نه دي چي دوى نه پوهېږي يا يې استعداد لږ دى بلکه دوى د خپلي ګټي په خاطر يا دخپل موقف په خاطرځانونه نه پوهوي ځکه د پوهېدلو په صورت کښي ورته د نيوکي ګوته نيول کېږي او د خپل اصلي موقف څخه رالوېږي.دوهم د هغه خبري په تحليل کښي چي موضوع په سادګى سره اړوي او په اصطلاح د اورېدلو توانمندي يې له لاسه ورکړې ده داسي ويل په کار دي . دوى د موضوع په اصليت باندي غور نه کوي بلکه د تظاهري شکل بڼه يې ګوري ځکه د علمي برداشت ذخيره نه ل� �ي هرکله په هرزمان او هر وخت کښي د لاس آله وي په ډېر لږ ګټي سره د ډېر تاوان تحمل ته غاړه ايږدي له همدې کبله د داسي دواړو ډلو کسان د صلح د خبروپه خپرولو کښي مثبت رول نه شي لوبولاى. اِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لاَ يَعْقِلُونَ (22) الانفالترجمه: په تحقيق سره شر يا بد تر د ټولو خوځنده و څخه په نزد دالله هغه کاڼه دي او هغه ګونګيان دي چي عقل نه لري.د دې خبري په وضاحت کښي خوځنده عبارت د هغه زېروحو څخه دى چي د مځکي پرموخه حرکت کوي څنګه چي زموږ بحث د انسانانو په هکله دى څو د صلح په راتللو کښي مدد ګارثابت شي نو د هغه کسانو شتون چي د ګونګي او کاڼه حالت يې ځانته نيولي او غوره کړى وي هيڅکله د مؤثر عنصر په حيث نه شي ثابت کېدلاى ځکه په خبرو کښي او په رسولو د پيغامونو کښي هيڅکله ګونګى او کڼ رول نه شي لوبولاى يٰاََ يُّهَا الَّذِينَ ٰامَنُوا اِنَّ كَثِيرًا مِنَ الاَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَ� �اَ يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيْلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِيمٍ (34) التوبهترجمه: اې هغه کسانو چي تاسو ايمان لرى بېشکه ډېر له عالمانو او عابدانو خاماخا خوري مالونه د خلکو په ناحقه سره او منع کوي خلک له لاري د الله ، او هغه کسان چي خزانه کوي سره زر او سپين زر او نه لګوي هغه په لاره د الله کښي نو زېرى ورکړه دوى ته په عذاب سره دردناکه.په وضاحت کښي د صلح او بدامنى راويستل دواړه د مشرانو، راهبانو ، عابدانو او م خه ورو له لوري مينځ ته راځي عوام په کښي د اور د پېلوځي حيثيت لري ځکه په ټولنه کښي د مقام درلودل د افعالو په ک� �دار کښي نېکبختي او بدبختي راويستلاى شي په همدې ډول د ميديا په هکله هم د خبرو په خپرولو کښي د مثبت اومنفي اړخ بازي په ډاګه کولاى شي.که په دې الهي ارشاداتو سره د خپل اصلي موخي څرګند حالت و ښيو د علم ، ادب، پوهي او يګجهتى لاره د خلکو په موخه خلاصېدلاى شي او که د خپل رضا په څرګندولو سره د کاسې لاندي کاسه پټه و ساتوبيا داسي ادعاء وکړو چي د اسلامي قوانينو له موخي صلح او ميډيا کار نه شي کولاى هيڅکله د صلح مرام او پياده کېدل امکان نه لري او مسلمانان د خپلي پاکي عقيدې او کلک ايمان په درلودلو سره په ډاګه د موضوع رد اعلان کولاى شي. څلورم: حکم ( قضاوت ) کول﴿ وَاِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ اَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ اِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ ... ( ٥٨ )﴾ النسآءترجمه: هغه زمان چي تاسي حکم کوى په مينځ کښي د خلکوبې� �که حکم وکړئ په عدل سره په تحقيق سره الله د ښه شي پند درکوي تاسي ته.داقاعده د صلح په را تللوکښي اهم کردار لري يعنې د موضوعات په څېړنه اوتحليل کښي و پوه او ځيرک شخص ته اړتياده سر بېره په دې نوموړى شخص بايد د عدالت ت� �ازو د حکم په چلولو سره يا د تصويب په مهر سره يا دتائيد حالت ته د عدالت په چوکاټ اوقانون کښي تر سره کړي نه د خپل رائي او غرض په ماحول کښي. دوهم: په داسي وخت کښي چي د صلح جرګه د خبرو اترو له لاري و حل ته د � �سېدلو په خاطررامينځ ته کېږي او د دې قاعدې د پاره مشخص خلک ټاکل کېږي نو طبعاً ورته د فيصلې کولو صلاحيت هم و� �کړل شوى وي له همدې وجهي څخه د جرګې فعال خلک بايد د عدالت په نظر کښي نيولو سره تګلاره اختيار کړي که څه هم � �يطاني خواهشات انسان و دېته مجبوروي چي د خپلي رضا او خوښي غوښتني و منل شي خو دا به په نظر کښي نيول کېږي چي م قابل لورى هم د خپلي ادعاء شوقمند دى نو په دې مرحله کښي د جانبينو د حقوقو مراعات په خصوص کښي د حق لورته مي� �ان او د فيصلې خاتمه بايد د عدالت په قانون کښي چي د عفوه او ګزشت نه مالامال وي پاى ته ورسېږي. ﴿ يٰ� �ايُّهَا الَّذِينَ ٰامَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَا� �نُ قَوْمٍ عَلَى اَلاَّ تَعْدِلُوا اِعْدِلُوا هُوَ اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰى وَاتَّقُوا اللَّهَ اِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ( 8)﴾ المآئدهترجمه:اې هغه کسانو چي تاسي ايمان لرى اوسئ محکم د پاره د الله � �اهدان په عدالت سره اونه دي اړباسي تاسي دښمني د يوه قوم سره پر دې باندي چي عدالت به نه کوى عدالت وکړى دا کار نژدې دى د تقوى د پاره او ووېرېږى د الله څخه بېشکه الله خبر دى په هغه څه چي تاسي يې عمل کوئ.همدا مبارک آيت د پورته ويل شوي موضوع بشپړونکى دى په پوره او کلي معنا کښي د نورو حکمونو اودلا ئيلو ځاى کول او يا هم د ترديد نقطه نه په کښي ځائيږي په داسي وضاحت کښي د قانون پلي کول د انساني ټولني د پوره تضمين عهده داري کوي په لومړي حالت کښي د دې آيت قبلونه د مؤمنانو په حق کښي ثبت ده ځکه مسلمانان د خپل دين او � �ئين په احترام سره د آياتونو په منلو کښي مکلف ګرځېدلي دي او غير اسلامي ډلي يا منافقين د الهي ارشاداتو کومه پروا نه ساتي او نه هم د الهي ارشاداتو په مطابق خپلي فيصلې کوي له همدې کبله لومړنى ارشاد هم و مسلمانانو ته � �اجع دى چي تاسي به خاص د الله پاک د رضا دپاره د موضوعاتو په حقاني حالت کښي شاهدان ګرځى که چيري ستاسي عداوت د يوه قوم سره يا د يوه شخص سره موجود وي او د وخت د تقاضا له کبله تاسي د هغوى په سر د حاکمانو ځاى اشغال کړى نو تاسي دي دا دښمني د خپلو مينځونو و دېته و نه هڅوي چي د عدالت څخه کار و انه خلي په داسي حال کښي چي د هغوى د دعوى فيصله ستاسي په لاس کښي وي تاسي مجبوره يې چي دشخصي کدورتونو څخه په داسي موقع کښي ګټه وا نه خلى او د عدالت ترازو په مځکه و نه وهى بلکه په پوره کامل عدالت سره د قانون پيروي و کړى دا کار و تقوى ته نژدې دى او تقوى د الهي عبادت د پاره د انسان ذهني، جسمي او معاشرتي منزه والى مينځ ته راوړي د الله څخه و وېرېږئ ځکه هغه � �ادر مطلق په هرڅه باندي خبرتيا لري . ﴿ يٰۤايُّهَا الَّذِينَ ٰامَنُوْا كُونُوا قَوَّامِيْنَ بِالْقِسْطِ � �ُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى اَنفُسِكُمْ اَوْ الْوَالِدَيْنِ وَالاَقْرَبِينَ اِنْ يَّكُنْ غَنِيًّا اَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ اَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُوا الْهَوٰى اَنْ تَعْدِلُوا وَاِنْ تَلْوُوا اَوْ تُعْ� �ِضُوا فَاِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا(135) ﴾النسآءترجمه: اې هغه کسانو چي تاسي ايمان لر� � وګرځي استوار په عدالت سره څو شاهدان شى د پاره د الله که چيري د موضوعاتو په هکله قضاوت وي ستاسي په خپلو نفسونو باندي او يا هم وي قضاوت ستاسي د مور اوپلار په حق کښي او يا هم وي قضاوت ستاسي د دوستانو په حق کښي او يا په حقيقت کښي ګرځېدلى وي دا قضاوت د غنيانو په حق کښي او يا هم د فقيرانوپه حق کښي نو تاسي و ګرځوى الله په دې ټولو مواردو کښي بهتره او غوره په لاره د قضاوت کښي مه کوى پيروي د خپلو نفسونو په دې خاطر چي عدالت به نه کوى عدالت به کوئ که واړوى تاسي ( ژبي خپلي ) او يا څنګ وکړى د عدالت څخه بېشکه الله تعالى (ج) له پخوا نه و په هغه اعمالو چي تاسي کول خبردار. موږ د خپل ژوند په دوران کښي دوه نوع مجالسه ليدلي يا پېژنو په يوه نوع کښي د مجلسونو خاص د خپلو برياو يا وړاندېزونو او يا هم غوښتونو خبري اتري تر سره کېږي او هيڅ نوع بلي دستورې ته ځاى نه لري.دوهم هغسي مجلسونه چي د خبرو اترو په مينځ کښي د پيشنهادونو او نېکو وړانديزونو په سر غور او قبلولو ته ځاى ورکول کېږي څو د راتلونکي برنامې کيفيت غوره اولاس بره و ګرځول شي. مګر درې يم مجلس يا غونډه د دې دوو ويل شوي مجالسو څخه بېله وي ځکه په دې غونډه کښي اشتراک کونکي د پوره اورېدلو او قضاوت کولو څ خه وروسته چي د دوو متخاصمو ډلو ترمينځ د صلح راتلل دي په نظرکښي نيسي او دا سي فيصله کوي چي خير د جانبينو په کښې وي او که چيري د حق او ناحق ترمينځ د توپير لاره غوره نه کړل شي او يا هم ميانجي د عدالتي نظام له پلي کولو څخه سترګي پټي کړي نو د صلح جرګه ناکام حالت غوره کوي د عدالتي نظام په هکله چي پورته الله پاک په خپلو ار� �اداتو کښي موږ ته کوم قواعد په قرآن پاک کښي ذکر کړيدي په دې دلالت کوي چي د قضاياو د حل په هکله بايد د خپلوى، دوستى، انډيوالى او نورو بشري عواطفو تر تاء ثير لاندي فيصله صادره نه کړل شي.• مؤقت صلح مؤقت صلح هم دانساني غوښتلو په سبب مينځ ته راتللاى شي او هم د الهي رحمت په لړ کښي.دانساني غوښتلو په صورت کښي دانسانانو تر مينځ د ناخوالو د ليري کولو په خاطرد جنګ او جدال په وخت کښي د کورنۍ، ماحول ، ټولني او مما� �کو ترمينځ د لنډ وخت يا ټاکلي نېټې پوري. صلح. د الهي رحمت په لړ کښي د حضرت آدم (ع) له دور څخه د حضرت محمد (ص) د بعثت تر وروستى نېټې پوري د قوانينو په تبديل او عوض کښي يا د حديبيه صلح د مؤقت زمان د پاره.مؤقته ص� �ح که څه هم دصلح په رديف کښي ځانګړى خصوصيت لري خو په اصل کښي د متخاصمو ترمينځ دائيمي اوربند نه وي او يا په � �اډه زړه متخاصمين خپل روزمره ژوند ته ادامه نه شي ورکولاى ځکه د لنډ محالي دورې صلح په هره لحظه کښي د ماتېدلو امکان لري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دیوې سیکې دوه مخه ،ددو ملګرو اوږد سفر (طنزي انځور)", "output": "دیوې سیکې دوه مخه هغه وقیعت دي چي نن ئې نړۍ په یو داسي سرطان اخته کړې چي د درملني هیڅ لاره ئې نه شو لیدلای . او دواړه یو د بل په مقابل کي هغه څه کوي چي یوازي د امریکا په ګټه وي . رابه شو هغه څو نمونو ته چي دغه انځور او ددوی انډیوالي خورا ښه ترا په ذبات رسولای شي . ۱ : د۱۱ ستمبر لوبه : دا هغه لوبه چي ددې سيکې یو مخ ( القایده ) وکړه خو ګټه ئې یوازي دسیکې هغه بل مخ ( امریکا ) ته ورسیدل . په برید کي د امریکا یوازي درې طیارې او دوه بلډنګونه او درې زره کسان ووژل شوه . خو امریکا په نړیوالو بانکونو کي د مسلمانانو څه دپاسه شل ملیارډه ډالره د القایده په نوم کنګل کړې ، افغانستان ، عراق او سومالیائې ټول ونیوله . دعراق تیل ، د افغانستان معدنونه او یورانیم ، په افغانستان عراق او سولیا کي د څه دپاسه یو ملیون کسانو وژنه ، دیادوشوه ملکونو ټوله ملي شتمنۍ او ابادي له م نځه تلل ، او په سیمه کي خپل ناروا نفوذ او خپل رقیبانو ته په بغل کي اوسیدل شامل دي . ۲ : دتروریزم ضد جګړه : دا هغه لوبه ده چي ترډیره ئې اصلي لوبغاړی پاکستان دي . دسیکې یو مخ هر میاشت ملیونونه ډالره پاکستان ته بې حسابه ورکوي چي القایده ختمه کړه خو برعکس د سیکې بل مخ القایده ورځ تر بلي په هغه پاکستان کي تقویه کیږي او نړیوال سرطان کيږي . څوک دا پوښتنه نسي کیدای چي ولي دا پیسې په توله نړۍ کي یوازي پاکستان ته ورکول کیږي ؟؟ ۴: دسیکې یو لوبغاړی اسامه که لږ د تیرو دوو لسیزو په جریان کي وڅیړو نو پوهیږو چي چیرته القایده شر اچولي هغه ځاي کي امریکا ځان ځای کړی دی . کله چي د امریکا جنګ د روس سره و نو د اسامه اړتیا وه او هغه افغانستان ته � �اغلی او چي کله د لبیا ، مصر اوبوسنیا خبره شوه سوډان ته ولاړی چي کله بیرته دافغانستان خبره شوه افغانستان ته راغي . ددې څخه دا ثابتیږي چي د امریکا هره ستراتیژي القایده پیلوي او امریکا ئې سرته رسوي . دالاندي انځور هم دداسي یو ملګرتیا اوږد سفر انځوروي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پښتونخوا ګوند له خوا کوټې ته د مشرف راتګ په کلکه وغندل شو", "output": "راپور ـــ افغانــزی تېره ورځ د پاکستان ولسمشر مشرف کوټې ته ناڅاپي سفر وکړ خو کوټې ښار ته له رارسېدو سره سم د ايالت په کچه دولتي چارواکو ورسره له ليدلو کتلو ډډه وکړه. په کوټه کې د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم پر خپل ګوند ږغ وکړ چې د لاريون په تر سره کولو کوټې ته د مشرف راتګ په کلکه وغندي، دا ځکه چې پاکستان او په تېره لر او بر پښتونخوا ته ور پېښې اوسنۍ ټولې ستونزې له مشرف څخه سرچينه اخلي او تر ټولو لوی عامل يې همدی دی. کوټې ته د و� �سمشر مشرف راتګ نه يوازې د پښتونخوا ګوند له خوا په کلکه وغندل شو بلکې يو شمېر بلوڅ ګوندونو هم کوټې ته د مشرف � �اتګ د ټول ايالت پر زخمونو د مالګې دوړولو په معنا ياد کړ. د پښتونخوا ګوند عمومي مشر ښاغلي محمود خان خب� �يالانو ته د خبرو پر مهال وويل، په پاکستان کې اوسمهال حآلات دومره خرابې کچې ته رسېدلي چې سمېدل به يې ډېر زيار او زحمت ګاللو ته اړتيا ولري، نوموړي د مشرف او د هغه يو شمېر پلويان د اوسنيو حالات د خرابېدو لومړني عاملين وګڼل او زياته کړه چې مشرف پر خپله دنده د پاتې کېدلو هره شېبه د پاکستان، لر او بر پښتونخوا لپاره د سخت زيان په توګه رامنځ ته کېږي نوموړي وويل: ((اوسني ډېری ګوندونه هم نا اهله دي، د هغوی اداره او نظام نا سم دی، هغوی د کوم دليل له مخې مشرف ته يو ځل بيا پر واک باندې د ټينګېدلو وخت ورکړ. هغوی ولې د مشرف پر واک باندې د پاتې کېدلو � �پاره نارې سورې وهلې، دا دی اوس يې وينو چې له امله يې ټول پاکستان بدنام شو، که چېرې مشرف د دوی په مرسته يو ځل بيا واک ته نه وای رسېدلی، نو ستونزه به اوس تر ډېره حل وای. موږ تېره ورځ هم کولای شوای او د نوموړي د واک ته � �سېدو پر وخت مو هم کولای شوای چې د هغه هرکلی مو په ډېر ښه مراسمو او د ملي بيرغونو په رپولو تر سره کړی وای، خو زموږ په ليکو کې داسې با احساسه کسان ډېر شتون لري چې که چېرې موږ وغواړو هغوی موږ ته په هېڅ ډول اجازه نه راکوي چې موږ د يو غلط چا هرکلی وکړو)) ښاغلي اڅکزي د بلوچستان ايالت ټول نفت او عايدات پنجاب او مرکز ته پر لېږدولو سخته غوسه ښکاره کړه او زياته يې کړه مشرف او ملګري يې په دې هڅه دي چې پښتونخوا ايالت فقر ته اړ کړي په داسې حال کې چې په وينا يې پښتونخوا ايالت هر څه لري، خو دوی يې بېدرېغه په لوټولو بوخت دي، او دا د ځان يو ستر حق ګڼي. د پښتونخوا ګوند مشر يادونه وکړه، که چېرې مشرف د روانې اګست مياشتې تر ددويشتمې نېټې پورې له خپلې دندې لاس په سر نه شي نو دوی به يې پر ضد په کلکه ملا وتړي، او تر هغو پورې به خپلو هڅو ته دوام ور کړي تر څو چې يې له دندې ګوښه کړی نه وي. ښاغلي اڅکزي چې څو تنه بلوڅ مشران هم ورسره وو، يادونه وکړه چې دی د نوموړو بلوڅ مشرانو په استازيتوب د مشرف راتګ د ټول ايالت په خلکو ملنډې وهل ګڼي. ښاغلي اڅکزي پښتون او بلوڅ قوم يو مظلوم قوم وګاڼه خو زياته يې کړه، پښتون او بلوڅ يو داسې قوم دی چې تر ډېره د ظلم او جبر زغملو توان لري خو په وينا يې که چې� �ې د ظلم په مقابل کې پاڅون وکړي نو بيا يې نه مشرف مخه نيولای سي او نه ټول پوځ. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان ولسمشر مشرف کوټې ته يو ناڅپي سفر وکړ خو کوټې ته تر رارسېدو وړاندې ايالتي دولتي چارواکو او يو شمېر ګوندونو پرېکړه وکړه چې نه به ورسره ويني او نه به يې د هرکلي لپاره رسمي مراسم نيسي، نو همدا لامل و چې کوټې ته د مشرف د راتګ په اړه خبريالانو ته هم اجازه ورنه کړل شوه چې د نوموړي د راتګ په اړه خبرونه خپاره کړي. بل خوا تېر ماښام له نا معلوم لوري د بلوچستان ايالت د والي د کوټې پر لور څو راکيټونه په داسې حال کې وتوغول شول چې مشرف هم د والي په کوټې کې شتون درلود، ايالتي دولتي چارواکي وايي، د راکيټونو موخه به ښايې د ولسمشر مشرف له منځه وړل و، خو زياتوي چې له امله يې کوم ځاني زيان نه دی رامنځته شوی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غم ئی په بل غم باندی سپارلی يمعشق په وير ماتم باندی سپارلی يم اوښکی می ګرېوان لاره رانیسې تل خيال دی بس په نم باندی سپارلی ېم څارم د راتلو لاره ئي څارمه يار می خالی چم باندی سپارلی يم لاره د خلاصون ئی رانه وراکه دا هجردی ستم باندی سپارلی ېم ليکم پري ياسين شفق د غم قېصی درد دی په قلم باندی سپارلی ېم سعودی عرب"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مېرمن کلتوري بهير د ۷۰ اوونيزې غونډې رپوټ", "output": "د پوهنې وزارت په کلوپ کې د ۱۳۸۸ لمریز کال د مرغومی په ۱۹ نیټه د شنبې په ورځ د میرمن کلتوري بهیراویایمه اوونیزه غونډه دایره شوه.چې پدی غونډه کې په لسګونو پښتنو میرمنو او پېغلو ګډون کړی و،دغونډې ریسه ګلالۍ عمرخیل ،میلمانه اجمل هوډمن او آغلې زیتونه شمس نوابي او منشي لیلما حامد وه.دتیرې غونډې رپوټ کاپي ګانې دغونډې په ګډونوالو وویشل شوې. او ورپسې د شاعرې او لیکوالې نعیمه غني شعر کره کتنې ته وړاندې شو. زه دخپلو هیلو انځور ګره یمهسې خلک وایي چې شاعره یمیو خواته رښتیا بل خوا خوبونه ديڅنګه فیصله وکړم اوتره یمنه لرم غرورپه الوتو باندېبازنه یم،شاهین نه یم کفتره یم لویې لویې هیلې او دالنډژوندونوخته ستا له ظلمه مروره یمداچې طلایي خوب مې ریښتنی شيدومره په بخت کله زوره وره یمخدایه رهنما مې تر منزله شېلپه مې سوالونه دي سوالګره یمنورې به له ستورو ډک پلو غواړيزه ستوري کیدو ته منتظره یم وروسته آغلې نعیمې غني دشعر هر بیت جلا جلا ولوست: زه دخپلو هیلو انځور ګره یمهسې خلک وایي چې شاعره یم سولې وویل په دې بیت کې د تجاهل العارفانه صنعت کارول شوی او دلته شاعرې ویلي چې دا خو هسې خپل احساسات انځوروي او خلک یې شاعره بولي چې ډیر پر ځای راغلی دی. یو خواته رښتیا بل خوا خوبونه ديڅنګه فیصله وکړم اوتره یم وږمې فضلي وویل شعر او خوب تقریبآ سره ورته حالات دي په شعر کې هم دانسان دناخود اګاه څخه څه ویل کیږي او په خوب کې هم هغه څه راځي چې په ټولنه دواکمنو دودونو او عقایدو له امله یې موږ نه شو ویلی دا دشاعرې خور کمال دی.زیتون شمس نوابي دوږمې خبرې تایید کړې. نه لرم غرورپه الوتو باندېبازنه یم،شاهین نه یم کفتره یم ټولو خویندو داښه بیت وباله، پاریسې خزان وویل دلته دکفترې پر ځای باید(کوتره) ولیکل شي چې رڼا او نورو خویندو هم دغه خبرې تایید کړې. لطیفه لالهاند وویل دلته په دې بیت کې دشاعرې تواضع هم ترسترګو کیږي. لویې لویې هیلې او دالنډژوندونوخته ستا له ظلمه مروره یم بصیره حمیدي وویل هر انسان دژوند لپاره ډیر امیدونه لري خو وخت ددغو ارزو ګانو لپاره کفایت نه کوي او دا دهر انسان غمیزه ده نعیمې خور دا موضوع په ډیر ښه شکل بیان کړې ده دغه راز صحابه ملک خروټې وویل موږ باید له وخته ښه ګټه واخلو. داچې طلایي خوب مې ریښتنی شيدومره په بخت کله زوره وره یم مینا نظري وویل په دې بیت کې هم شاعره دهغو خوبونو درښتیا کیدو په هیله ده چې دې دژوند لپاره لیدلي دي دا زما لپاره ډیر په زړه پورې بیت دی. خدایه رهنما مې تر منزله شېلپه مې سوالونه دي سوالګره یم سولې نیازۍ وویل دلته درهنما پر ځای باید(لارښود) ولیکل شي رهنما دري یا عربي کلیمه ده او لار ښود یوه سوچه پښتو کلیمه ده باید لارښود ولیکل شي او ددې پر ځای چې د (رهنما )کلمه استعماله کړو د لارښود کلمه غوره ده.خو نعیمې ،ګلالۍ،عاطفې اشنا،عزیزې افغاني او ماریا نیازۍ دا نیوکه پر ځای ونه بلله .په داډول کلماتو باندې ډېر بحث وشو دلته د رهنما کلمه ډېر ښه آهنګ لری او سم دی خو دی ټکی ته باید ډېر پام وشی چې په شعر کې کومه کلمه ډېر آهنګ لری هماغه استعمال کړو، خو داسې لفظ یا کلمه وی چې عام فهمه وی یانې هر لوستونکی او اوریدونکی ورباندې وپوهیږي. دا سمه خبره ده چې پښتو ادب ته کار وکړو او هغه ته وده ورکړو مګر د شعر ښکلا هم باید په نظر کې ونیول شي.کیدای شي په ځینو ځایونو کې دنورو ژبو کلیمي چې په پښتو کې تل استعمالیږي دشعر له وزن سره ښه مرسته وکړي نو ضرور نه ده چې موږ حتمآ نوې پښتو کلیمه راوړو.له بلې خوا ډیر داسې کلیمات دي چې موږ یې دري یا عربي بولو خو هغه زموږ دژبې مال وي په پښتنو کې داستعمال ډیر موارد لري. نورې به له ستورو ډک پلو غواړي زه ستوري کیدو ته منتظره یم ستورۍ معارج سانیکزۍ وویل په دې بیت کې هم شاعرې خپله تواضع ښودلې ده دسترو خلکو عادت داوي چې تل ځان کم ګڼي او هیڅ وخت ځان ستوری نه ګڼي نعیمه جانه زموږ دشعر ستوری ده خو دا غواړي ډیر کار او ریاضت وکړي ترڅو نوره هم ښه شاعره شي او دښکلې پښتو دشعر ستوری شي.سپوږمۍ نوري وویل په دې بیت کې دشاعرې هوډ هم تر سترګو کیږي چې لا نور مزل هم ورته پاتې ده او دا په خپل عزم کې مصممه ښکاري. پدغه شعر باندې د غونډې نورو ګډونوالو هم خپل نظرونه څرګند کړل او په دغه شعر کې د تجاهل العارفانه د صنعت کارولو یادونه وشوه. او دغه رازګډونوالو وویل د شاعرې په شعر کې په یوه ځای کې د وقت پر ځای د وخت کلمه راشی دا به ډېره ښه وی. ګډونوالو دآغلې نعیمه غنی شعر لوړ وارزاوو دې په شعر کې د خپلو هیلو ښه انځور کښلی و پدې شعر وروسته له کره کتنې څخه په کاري مسایلو باندې خبرې وشوې څرګنده شوه چې دمیرمن بهیر ویبپاڼه باندي دبهیر نږدي همکاران او تکړه فرهنګیان فریدون الهام او مجیب لودین صاحب کارکوي چې ډیر ژر به بیا پرانستل شي له دغو دواړو وروڼو څخه مننه وشوه او له خویندو هیله وشوه چې ویب پاڼې ته مطالب راولیږي. بله خبره چې پدغه غونډه کې یې یادونه وشوه هغه د هغه پیغام اورول وه چې زموږ یوه خور ډاکټرزرلښته حفیظ د هیواد نه بهر یوه جایزه ګټلې ده.هغې ته مبارکي وویل شوه اودلا زیاتو بریو هیله یې وشوه. د کاری مسایلو څخه وروسته ددې غونډې خوندور پړاو چې ټولو یې د انتظار شیبې ګاللې د مشاعرې برخه وه د مشاعرې په پیل کې ګل مینې خپل شعر چې عنوان یې (د مینې جزا) وه واورو: او پدې مشاعره کې ستورۍ سانیکزۍ، سپوږمۍ نوري، مینا نظري وردګ، ګلالی عمر خیل، لطیفه لالهاند، نعیمه غنی، صحابه ملک، پاریسه خزان، بریښنا ساپۍ، بصیره حمیدي،اروزوکبیري، نظیفه نیازۍ ،جملې ساپۍ،لطیفه، نجیبه آشنا او وږمه فضلي خپل شعرونه ولوستل او د لوګر ولایت څخه خدیجه سحر او د غزنی ولایت څخه شپنه شپېلۍ د ټیلیفون په کرښه پدې مشاعره کې برخه واخیستله خپل شعرونه یې دټیلفون له لارې ولوستل چې د هغوی شعر د ګډونوالو ډېر خوښ شو خو دټیلفون دکرښې دعوارضو له امله له پکتیا ولایت څخه دښکلا سبا شعر وانه ورول شو. د مشاعرې په پای کې یادونه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به دخدیجه سحر د لوګر ولایت اوسیدونکې شعر باندې کره کتنه وشی او د سپوږمۍ نوري پر کتاب مخکې کتنه او د اناهیتاروهی د کتاب باندې باید په راتلونکو غونډو کې مخکتنه په پام کې ونیول شي. او تورپیکۍ مومند به د خدیجې پر شعر باندې لیکلې کره کتنه په راتلونکې غونډې کې وړاندې کړي. د غونډې په وروستیو شېبو کې د ښاغلی محمد اجمل هوډمن څخه هیله وشوه چې د حقوقو په هکله ګډون کوونکو ته معلومات ورکړی. نوموړي دقانون او حقوقو په اړه په زړه پورې لکچر وړاندې کړ.دغه راز په تیره غونډه کې پریکړه شوې وه چې په دې غونډه کې به راحله نوري د(ځانمرګي )ناول او اوږۍ امیل به دفلسفې په اړه معلومات وړاندې کوي دغه دواړه آغلې نه وې راغلې چې لکچرونه یې بلې غونډې ته پاتې شول. غونډه چې په یوه نیمه بجه ۳۰:۱ پیل شوې وه په درې نیمو بجو ۳۰:۳ دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده او(د نیکمرغه نجلۍ) جایزه د وږمې فضلي په برخه شوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مایکل جیکسون په درملو مړ شوی(رپوټ)", "output": "د امریکېد طبي چارو محقیقین وایې چې د پاپ موسیقۍ پاچاه مایکل جکسن د بې هوښئ د قوي درملو د خوړلو له امله مړ شوی دی. مایکل جکسن دوه میاشتې مخکې د امریکا د لاس انجلس په ښار کې په خپل اپارتمان کې مړ پیدا شو. د محکمې هغه اسناد چې نن د ټکساس د هیوسټن په ښار کې وښودل شول، وايي چې د لاس انجلس عدلي طب د تحقیقاتو په نتیجه کې معلومه کړې ده چې مایکل جکسن د بې هوشئ د قوي دوا د استعمالولو له امله مړ شوی دی. ډاکتر کنراډ موري وايي، جکسن د بې خوبئ تکلیف درلود او د یې درملنه کوله. دغه ډاکتر وايي، د مایکل جکسن د ژوند په وروستۍ ورځ یې هم هغه ته د خوب دوا ورکړې وه. د امریکا د مخدره موادو ریاست وايي، د بې هوښئ د هغو درملو ریکارډ ورسره نشته چې ډاکتر مورې اخیستي وي. د اسوشیټډ پرس خبري آژانس لیکلي چې د مایکل جکسن مرگ قتل گڼل شوی او که دا ثابته شي نو دا به د ډاکتر مورې په خلاف د جنایي دوسیې باعث شي. آژانس وايي، دغه خبره ورته یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط کړې ده. مایکل جکسن د مرگ پر وخت ٥٠ کلن و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپوهانددوکتورمجاوراحمدزيارد ژوند د اویایم پسرلي", "output": "د نمانځني غونډي ته د مبارکۍ پیغام ! په ډیري خوښۍ سره مو د یو شمیر افغاني ویبپاڼو پر ښکلو مخونو ولوستل او خبر شو چي د انګلستان په هیواد کي د استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار د ژوند اویایم پسرلی نمانڅل کیږي او د پښتني-افغاني پوهي او فرهنګ د ودي او سمسورتیا په لار کی یی د نیږدي نیمی پیړۍ د هاند او هڅو ستاینه کیږي. استاد پوهاند زیار چي په ژبپوهنه ، ادبپوهنه، او توکمپوهنه کي د ماسترۍ او دکتورا لوړي زده کړي ترسره کړي د هیواد او سیمي په کچه یوه داسی وتلي او نومیالۍ علمي او فرهنګی څیره ده چي نیږدي نیمه پیړۍ یي د پښتو ژبي او افغاني پوهي اوفرهنګ د ودي او سمسورتیا په لار کی هلی ځلي کړي دي . هغه نه یوازي علمی او ادبي هستونی کړی ،په لسګونو ګټور پوهنیز او څیړنیز اثار یی لیکلي او خپاره کړي ، دیوي کره معیاري پښتو ژبي د ودي لپاره یي د یوه نوښتګر ژبپوهاند رسالت ترسره کړي بلکه د نوي-ازاد پښتو شعر له سرلارو او مخکښانو هم دي . استاد پوهاند زیار د خپلو علمي او ادبي اثارو د هستونو ترڅنګ د یوه اکاډمیک او مسلکي استاد په توګه په سلګونو ادبپوهان روزلي او همدارنګه یی د هیواد په کچه د ملي فرهنګي ارزښتونو او نورمونو تل او پرلپسی ننګه او دفاع کړي .موږ په داسي حال کي چي د نوموړي ستر علمي او فرهنګي شخصیت د ژوند اویایم پسرلي هغه ته د نیکمرغیو او بریو له ګلونو ډک غواړو له لویه خدایه ورته ډیر اوږود، لا نور ارزښتمن او نیکمرغه ژوند غواړو.همدارنګه ټولو هغو ادبي کړیو ، علمي او ادبي څیرو او فرهنګیانو ته کوروداني او مبارکي وایو چي د پوهاند دکتور زیارد ژوند اویایم پسرلي لمانڅي او د نیږدي نیمي پیړۍ د علمي او ادبی خدمتونو ستاینه یي کوي .په پاي کي یو ځل بیا د استاد پوهاند زیار ټولي کورنۍ ، دوستانو د شعر او ادب مینوالو ته د استاد زیار د ژوند د اویایم پسرلي مبارکي وایو.په مینه او ادب ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتيکا:دير ش کيلو ګرامه چرس په عامه محضر کې وسوزول شول", "output": "دپکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې دملي امنيت چارواکو ٣٠ کيلو ګرامه چرس په عامه محضر کې وسوزول ددغه ولايت چارواکي وايي چې دغه نشه يي توکي يي دوزې خوا اوسر روضي ولسواليو په مربوطاتوکې نيولي وو دپکتيکا ولايت دوالي وياند غمي خان محمد يار وويل چې دغه ديرش کيلوګرامه چرس دملي امنيت چارواکو دنوموړيو و� �سواليو په مربوطاتو کې نيولی وو چې قاچاق وړونکي يې په تېښته بريالي شوي وو ده زياته کړه چې زمونږ امنيتي چارواکي هڅه کوي چې په سيمه کې دنشه يي توکو پرضد مبارزې ته دوام ورکړي ترڅو دکرکيلي استعمال او قاچاق کول مخه ونيسي همدا� �ازدپکتيا ولايت دسيدکرم په ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو اوه لارې کورميټ ډبرې نيولي دي چارواکې وايي چې دغه � �يمتي ډبري چې پاکستان ته قاچاقي توګه ليږدول کيدې په توريې يولس تنه نيول شويدي . ددغه ولايت دوالي وياند روح الله سمون وويل چې نيول شوي کسان دامهال دامنيي په قومانداني ترپوښتنو ګرويږنو لاندي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د انوري صیب منطق (دا کلا لکه چي هم لوټوئ)", "output": "په بېنوا ویب پاڼه کې مې پر اطلاعاتو کلتور وزیر د هرات د والي شدید انتفاد لیکنه ولوستله. د اطلاعاتو او کلتور پر وزیر د والي نیوکه د هرات و� �ایت په اختیارالدین کلا کې دیوه شخصي موزیم له جوړولو سرچینه اخیستې. داسې چې د احمدشاه سلطاني په نوم کوم افغان چې په برتانیه کې یې د هېواد ځینې تاریخي اثار را نیولي غواړي چې د هرات په اختيارالدين کلا کې شخصي م وزيم جوړکړي. .خو د اطلاعاتو او کلتور وزيرعبدالکريم خرم وايي چې په هرات کې د ښاغلي سلطاني د موزيم له جوړولو سره هيڅ راز مخالفت نه لري، خو د اختيارالدين په کلا کې يې ځکه د جوړولو مخالف دی چې ۱- د اختيارالدين په کلاکې د افغان او بهرنيو ل� �غونپوهانوله لوري د تاريخي اثارو لپاره کيندنې روانې دي اوپه دې کار کې د ملګروملتونو يونسکو اداره هم دخيله ده.۲- اختیارالدین کلا د افغانستان ملي شتمني ده،نو په ملي شتمنۍ کې د شخصي موزیم جوړول نامناسبه خبره ده. مګر هغه کولى شي د هرات په بله هره برخه کې چې دى غواړي موزيم جوړکړي ۳- د افغانستان له قوانينوسره سم ه� �څوک کولى شي شخصي موزيم ولري خوشرط دادى چې د موزيم اثار يې بايد ثبت او راجسترشوي وي ، خو ښاغلي سلطاني د خپ� �و اثارو له ثبتولوسره سخت مخالفت کوي دا د کلتور د ښاغلي وزیر استدلال دی او ډېر پرځای هم دی په دې چې ملي م� �کیت یا شتمني د شخصي کار او یا په شخصي توګه کارول نه یواځې چې نامناسبه ده بلکې یو لوی جنایت او د ملي ګټو او اساسي قانون خلاف ګام پورته کول دي. بل د اثارو نه ثبتول له اساسي قانون څخه دوهمه سرغړونه ده. خو د ه� �ات والي د دغو دو سرغړونو باوجود یوه بله لویه سرغړونه کوي او په درې قانوني سرغړونو سره د کلتورپر وزير سخته نیوکه کوي. ان داسې استدلال کوي چې ډېر احمقانه برېښي. دومره احمقانه چې په خپله د والي پوهه، شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي او د نوموړي خبرې په خپله د ولایت مقام ته یو سپکاوی دی او په لویه کې اوسمهالی دولت او ان د هېواد حیثیت ته یو لوی زیان دی. ځکه له سړي سره دا اندېښنه پیدا شي چې د هېواد یو لوړپوړ چارواکی یانې والي داسې استدلال او بې مسولیته خبرې کوي نو د هېواد د نورو ټیټ پوړو چارواکو او ان د عادي وګړو د منطق او استدلال ژبه به څه وړ وي؟دا دی د هرات د والي ښاغلي انوري د خولې ملغلرې(؟؟؟؟!!!!) : (ښاغليه خرم تا د اسلامي حزب دغړي په حيث افغانستان وران کړ، نوبيا څنګه پرموږ تور پورې کوې چې زورورو د هيوادپه هرګوټ کې دولتي شتمنۍ لوټ کړي دي اولا يې هم لوټ کوي. افغانستان هغه بانډ وران کړ چې ته يې غړى وې،ته اوس پرموږ تورلګوې؟د هرات د والي ښ� �غلي انوري او د کلتور د وزیر ښاغلي عبدالکریم خرم څرګندونې، منطق او استدلال که تاسو درانه لوستونکي په غور ولولئ او فکر پرې وکړئ نو رسا به وپوهېږئ چې ښاغلی انوري څومره ککړفکر او شالید لري او ښآغلی عبدالکریم خرم څومره سپېڅلی او پر ملي ګټو مین دی، دا خبرې باور وکړئ چې له ښآغلي عبدالکریم خرم سره د هیڅ ډول خواخوږي له مخې نه کوم، ځکه له نوموړي سره زه هیڅ ډول شخصي اړیکې او پېژندګلوي نه لرم . مګر د هېواد د یوه روڼ اندي، ملي � �خصیت او د هېواد د کلتور وزیر په توګه ورته دومره درناوی لرم چې څومره ښايي.د ښاغلي انوري په خبرو کې یوه بله ستونزه داده چې دی له قانون سره په ټکر کې ګړېږي په دې چې د هېواد اساسي قانون حکم کوي چې جرم فردي عمل دی او دیو چا په جرم د هغه کورنۍ او خواخوږي پړه نه بلل کېږي، بلکې له اساسي قانون څخه بې خبره او ان د قانون او ملي ګټو ضد انوري د یوه ګوند په جرم د هېواد یو سپېڅلی شخصیت پړ ګڼي او ورته وایي چې ستا ګوند هېواد وران کړی او تاریخي اثار یې غلا کړي. اول خو د اساسي قانون له مخې ښاغلی خرم د ګوند په جرمونو پړ نه شي ګڼل کېدلی او که بیا هم وا� �ي صیب په خپل احمقانه استدلال ولاړ وي نو بیا د ده ګوند کوم ګلان کرلي؟ایا د همده ګوند د بې وزلو افغانانو په سرونو کې لس، اتلس او دوه دېرش سانتي مېخونه نه دي ټکوهلي؟ایا ښاغلی انوري له دې سترګې پټوي اویا منکر دی چې ناوړه ګوند یې د هېواد پلازمېنه کې د بې ګناه افغاني مېرمنو سینې نه دي پرې کړي؟ایا انوري له دې منکر دی چې ګوندیانو یې پتمنۍ افعاني مېرمنې نه دي بې پته کړي؟ایا همدا انوري او د ده د ګوند نور ناوړه کسان نه وو چې په مړو به یې نڅاوې کولې؟ایا د نیم کابل ودانۍ،او کورونه همدې انوریانو نه دي نړولي.همداسې په سلګونو لوی او واړه جنایتونه د همدې انوري ګوندیانو نه دي کړي؟چې اوس یې ځینې د ولسمشر مرستیالان، ځینې وزیران، ځينې والیان، وکیلان او په نورو دندو کار کوي. انوري او نور پنډتان یې له همومره ککړ او چټل ماضي سره بیا هم ځاڼونه د دې هېواد معنوي واکداران او خدمتګاران ګڼي نو ښآغلی خرم ولې په دروغو تورن ګڼل کېږي.په پای کې د هېواد ولسمشر او د سولې د کمیسیون مشرښاغلي مجددي ته زما وړاندیز دادی چې ښاغلي انوري په خبرو ښه غور وکړي په دې چې دا څو لوی زیانونه لرلی شي؟لومړی دا چې د هېواد د لوړپوړي چارواکي ښآغلي انوري احمقانه استدلال په خپ� �ه د دولت د کمزوري او ګډوډي یو ثبوت ګڼل کېدلی شي.دوهم د نوموړي دا وړ سرغړونې له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده نو چې والي قانون ته درناوی ونه لري نویو عام وګړی به یې څه پروا ولري.دریم د انوري دا وړ څرګندونې د سولې پروسه هم له ستونزو سره خنډ کوي په دې چې مخالفین به هم دا وایي چې دوی خرم ته پېغورنه ورکوي نو که موږ ورشو نو ښايي تردې هم بد چلند راسره وکړي.څلورم د انوري خبرې د هېواد د ورورڼو قومونو تر منځ د نفاق خپرولوناوړه هڅه ده نو همدې ته په پآم سره دې ولسمشر ورته ووایي چې ښاغلی انوري په وړه خوله لویې خبرې مه کوه هسې نه چې څوک دې خوله در وڅيري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان ولس کلتوری ټولني، د همدردۍ پیغام", "output": "لکه څنګه چي نور وطنوال د کاندید اکاډیمیسین محمد انورنومیالی پر مړینه خپه دی موږ هم ددغه علمی شخصیت وفات خواشیني کړي یو . د مرګ پېښه هروخت دردناکه ده ، خو دجلاوطنۍ او کډوالۍ مړیني درد او سوز لا زیات وي . څنګه چي مرګ حق دی ، هر څوک مري او د هیچا خلاصون نشته، نو زغم او تحمل په کار دی . مونږ هم په خپل وار د مرحوم نومیالي د اروا د خوشحالۍ له پاره دعا کوو ، کورنۍ او دوستانو ته یي له لویه خدایه اج� � او صبر غواړو . د ټولنی مشرتابه جرګه آ سـټـریـا ، ویـا نـا ۶ / ۱۰ / ۲۰۰۶ م"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوس ورته غوږ سه ! . . . ( د حبيب الله غمخور ليکنه )", "output": "حبيب الله غمخور - سويډن پرون ( ۲۰۰۶ م کال ددسمبر دريمه ) پسله کار نه کورته راغلم او کم پيوټر مي روښانه کړ ، دبي بي سي ويب پاڼه مي پرانيستل کله چې دپښتو ژبي برخي ته را ورسېدم داحيرانونکی عنوان مي تر سترگو شو :قانوني ((د ولسي جرگې د غړو معاش دې ډير شي )) حک پک پاته شوم . په خبر کښي مي لاندي ولوستل د افغانستان د ولسي جرگې مشر يونس قانوني د ملي شورا د غړو او د کابينې د وزيرانو ترمنځ په معاشونو کې د انډول غوښتنه کړې ده . داخبره ښاغلی قانوني دپارلمان رئيس کوي ،قانونې هغه څوک دې چې غواړي دجمهور رئيس دمقام لپاره په راتلونکي ټاکنو کښي يوځل بيا ځان کانديد کړي ،او د 2004 م کال ددسمبر په 24 نيټه ښاغلی کرزي هم ويل : يونس قانوني که يو څه نوره خواري وگالي نو د افغانستان رات� �ونکى ولسمشر به وي ؛ دسړې هغه دعبدالرحمن خان دوخت دتوپ قيصه ورپه يادېږي ،قانوني صاحب چي اوس په ام تيازاتو پسي گر ځی که جمهور رئيس شو داملک به گروکړی . داخبره پداسي وخت کښي راپورته کيږي چې همدا اوس افغانان دپه اصطلاح پارلماني استازو له معاشو اونورو لگښتونو دورکولو سره م وافق نه دي . ښاغلی قانوني پردې ټينگار کوي چې د نړۍ په نوروهيوادونو کې د پارلمان د غړو امتيازونه خورا ډير دي . د دوى استدلال دا دى چې په افغانستان کې د ملي شورا د غړو لگښتونه او ميلمه پالنې ډيرې دي . دډله ايزو رسنيو � �ه خولې داسي اورېدل کيږي چې د ولسي جرگې غړې غواړي امتيازونه دې نژدې يو په دوه ډير شي . خو قانوني صاحب ح يره کړيده چې دافغان ولس سره به دالويه جفاوي چې تاسو ښاغلي داروپا اويا امريکا په کچه دامتيازوغوښتنه وکړې . وايي يو دلوږی مړ کېده بل يې تر سرلاندي ډوډۍ لټول . قانوني ساحب استدلال کوي چي ددولتي چارواکو معاشونه لوړ دي نو دپارلمان دوکيلانو معاشونه ديهم لوړ شي . قانوني صاحب ! پدې پوهيږئ چې ددولتي جگپوړو چارواکو هم دا لوړ معاشونه او اداري فساديوله عمده لاملو څخه دی چې ملت يې له دولته ليرې کړی دی . دهمدې خبر په حواله قانوني صاحب وايي : (( هغه رپوټونه چې زموږ گوتو ته راغلي يو وزير په مياشت کې د اصلي معاش تر څنگ د نورو امتيازاتو سره دوه لکه اته ويشت زره او پنځه سوه افغانۍ ت� �لاسه کوي خو د وکيلانو ټول امتيازات چې په هغه کې هم ميلمانه عذروي هم د لارې د تگ راتگ لگښت کوي او هغه که د پنځه پنځوس زرو څخه سل زرو ته لوړ هم شي نو دا سره نه پرتله کيږي که چيرته موږ په معاشونو کې انډول غواړو نو په کار نه دي چې د حکومت او نورو ارگانونو تر منځ دوه ډوله ليد لوري ولرو .)) رښتياهم همداسي ده قانوي صاحب تاسو ته دوزارت له وخته کله چې تاسو وزير واست هر څه حرگندی ،مگر اوس تاسو او وکيل صاحب هم نور امتيازات ،لکسي مهم انۍ ،تحفې او دبهرته په يوه اوبلنامه سفرونه لرۍ . پدي خلک پوهېږي چې دحکومت او ستاسو تر منځ دقدرت دغصب پر سر جنجال او رقابت اوج ته رسېدلی دی ،اوس ددې ډار شته چي دامتيازاتو په رقابت کښي داولس تر ستوني په بهرنيو قرضو کښي غرق کړی . قانوني صاحب ! دا څووم کال دى چې د دولت د کارکونکو په معاشونو کې د زياتوالي خبره په بيلابيلو کړيو او ان په و� �سي جرگه کې راپورته شوې چې هر ځل د اداري اصلاحاتو ، د بودجې د کموالي او ځينو نورو دلايلو له امله د ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې ده . پر ټولو اينکارنه مننونکو درغليو او ډوکه بازيو بيا هم داچې هيواد د � �انون اودپارلمان څښتن شواو لومړۍ ځل گويا دخلکو په مستقيمو رايو ولسمشر وټاکل شودا مثبت کاردی ،ولسمشر هم خ� �کو ته داسي وعدي ورکړې چې يوه هم تر سره نشوه . زه نه وايم چې په دغو څوکلو کي هيڅ نه دې شوي مگر افغانانو ته دقناعت وړ ځکه نه دي ، چې يوخو پر دغو تر سره شوکارو په ميليار� �وډالرولگېدوسره ارزښت يې ډير کم دی ،او افغانان داهم دبهرنيانو لورېينه بولي، نه ددولتي چارواکو دتلاښ ثمره . رښتيا هم امريکا او نور بهرنيان مجبوردي يوه داوړو پزه ځانته جوړه کړي . دخپلي خبري دپخلي لپاره دبېلگې په توگه ويلاي شم چې په پارلمان کښې زموږ وکيل صاحبان دلومړئ غونډي نه بيا تراوسه ځانوته دامتيازورکولو خبره نه پرېږدي ،کله ددولتي جگپوړو چارواکو سره ددوي دمعاشونو دانډول په پلمه او کله بيا پدې بهانه چې زيات ميلمانه لري او سيمو ته سفر کوي . تير کال هم په همدغه مياشت کښي دا خبره درسنيو پر ژبه شول چې وکيل صاحبان غواړي تنخواوي يې ډيري شي ، نورمالي او مادي امتيازات ورکړه شي ، سره لدې چې دوي هم پدې ښه پوهېدل چې دهيواد ټول مالي لگښت له بهرنيو پور اويا خيرات نه برابرېږي ځانوته داډول معاشونه وټاکل : د ولسي جرگې درئيس لپاره په م ياشت کې (( ۳۵۰۰ ))امريکايي ډالره ټاکل شوي دمرستيالانو لپاره (( ۱۵۰۰ )) ډالره کيږي او د هر منشي لپاره ((۶۵۰۰۰ )) افغانۍ او د نورو غړو لپاره(( ۵۵۰۰۰ ))افغانۍ چې ((۱۱۰۰)) امريکايي ډالره کيږي . : دولسي جرگې دټو� �و غړو معاش دکاله تقريبأ (( ۴۷۱۴۸۰۰)) ډالره کيږي .داپه داسي حال کي چي ديوه عادي مامور معاش په مياشت کي تر(( ۷۰)) ډالرو نه لوړېږي يعني په کال کې (( ۸۴۰)) ډالره ترلاسه کوي ،په همدغو پيسوبايد دکورنۍ ټول لگښتونه پوره کړې ( دکور کرايه ،ډوډۍ ،کالي ،څپلۍ درمل او نور ) ، دغه لږ معاش په حقيقت کښي ټيټ رتبه مامورين رشوت او خيانت ته هڅوي . غير له هغه نه يې په رښتيا سره اولادونه له لوږي او يخنۍ څخه مری . داسي هم ويل کيږي چي پر معاش سربېره هر وکيل (( ۳۰۰۰۰)) افغاني دکور دکرایي په نامه اخلي پدې کښي هغه وکيلان هم شامل دي چي په کابل ښار کښي کور لري ، همداډول دمیاشتي)) ۱۲۰۰۰)) افغاني ددوي دموټر دتیلواو په هره نوبتي رخصتي کي (( ۲۵۰۰۰)) افغاني ، اضافه تر((۲۰۰۰۰(( افغانیو دمیا شتي ددسترخوان په نامه تر لاسه کوي . � �انوني صاحب ستاسو اوټولو وکيل صاحبانو نه پوښتنه کيږي ! دمعاش دغه توپير ته انصاف ويلاي شۍ ؟؟؟ ايا دا عدالت دی ؟ دغه ټيټ رتبه مامور افغان نه دی ؟اوکه حق نلري ستاسو او دولتي جگپوړوپه دود له بهرنيو پوروڅخه استفاده وکړې؟ زه خو وايم که اسلاميت ، قانونيت او عدالت وي نودا دټيټې رتبې مامور ،ښوونکۍ ،دتعليمې مؤسسو استادان او نور داټول تر تاسو مستحق دی . اوس بايد ولس پوه وی چې دڅه لپاره دپارلماني ټاکنو په وخت کې داسيالۍ ،تربگنۍ ،وژل ،ټکول ،تهديدونه اوپه انتخاباتو کښي درغلۍ رواني وې ؟ دبشر دحقوقو دنړېوالو سازمانودڅيړنو پر بنياد چې تر اوسه خپاره شويدي ،نږدې (( ۶۰)) په سلو کې جنگسالارو او هغو چي داوطن يي تر دغه سرحده وران کړۍ ،دبشردحقوقو څخه په تيری او جنگې جنايتونو متهم دې پارلمان ته لار وموندل . پدې باورلرم او دا وخت راتلونکۍ دی چي دتيرو پارلم اني ټاکنو په هکله به ټول هغه واقيعتونه او فاکټونه راوسپړل شي چې اوس يې څوک دسپړلو جرات نشي کولاي . زما داخبره داسي تعبير نشي چې گويا دالف نه تر يا پورې ټولو په درغليو پارلمان ته لاره پيداکړېده يو شمير کسانووا� �عأ دخلکو درايو په زور بېله کوم مالي او مادي رشوت نه پارلمان ته يې لار پيدا کړه ،خو له بده مرغه ددغوکسانو � �ميرډيرکم دی . داهغه کسان دي چې ولس يي دمحاکمي غوښتنه لري ،تر اوسه په وسلوبار کسان او په لسهاو دوسلو ډيپوگان لري ،هغوي اصلأدامنيت ،غښتلې مرکزي حکومت او ولس دښېرزی سره علاقه نلري ، تراوسه دامنيت په ټينگېدو کښي دپارلمان ونډه چا نه ده لېدلې . زما په نظر دافغانستان راتلونکۍ واقعي دښمن يو ضعيف حکومت دۍ . هم دادليل دۍ چې اوس حکومت ورځ په ورځ کمزوری کيږي اوهلته جنگسالار او بنياد گر د� �ومی،مذهبی او ژبني بې اتفاقيو اچونکی ماهيران او دهيروئينو سوداگر ځاي پرځاي کېږي . ددې پر ځاي چې دملي ام نيت دټېکاو، ټولنيز عدالت او هيوادنۍ اقتصادي او فرهنگي پر مختيا لپاره کار وکړي تل دتنخوا ودزياتېدواو ام تيازاتو ترلسه کولو په فکر کښې دي . تر کومه ځايه چې اورېدل کيږي غوڅ اکثريت وکيلان غريب نه دي ،په لسهاو زره ډالره يي مصرف کړل تر څو پارلمان ته ولاړشي ، طبعي ده چې اوس ورته دامعاش لږ ښکارې ، او دابهانه کوي چي گويا زيات ميلمانه لرې مصارف يې زيات او معاش يې لږدۍ ؛ خو ددغو ناستو پاستو ثمره افغان ولس احساس نکړه،که رښتيا وويل شي چې يوځه ترخه هم دي داپارلمان تر پخوانيو پارلمانو دولس سره زياته خواخوږي نلري ،دغه چې ځيني وکيل صاحبان ورته ميلمانه وايي دا هغه خلک دی چی په دولتي اداروکښي يې کارونه بند دی دمعمول له مخې ددغو خلکو لخوا کله ناکله محترمو استازوته يو څه رسېږي . افغانان حاضر ندی چې دااستازي دخپلو ډلو،ټپلو دغښتلتيا اونوروموخو ته درسېدو لپارهله بهرني ملا ماتونکی پورڅخه داډول ناوړه استفاده وشي . يو شمير سياسي شنونکی داسي فکرکوي چې داجگي تنخواوي او لگښتونه د ولسمشراو بهرنيانو لخوا يو شمير هغوکسانو ته يې چي دولس تر پوښتنو اوگروېږنو لاندي دې يو سياسي رشوت دی . کله چې دغو استازو دولس نه رايه تر � �اسه کول ويل يي زه ستاسو نوکر او خدمتگاريم ،اوس کله چې واک ته ورسيدل بيا يې نو په امتيازاتو پسي مټي رانډوه� �ې دي . که په رښتيا سره دملي شورا غړي ځانونه دولس استازي بولې لومړۍ دهيواددهغو ناخوالوپه هکله بايد فکر وکړې کوم چې حل کول يې دلومړيتوب حق لري . ولس ته خدمت په خبرو اوشعارو په حقيقت کښې دهغوي دغولوروښانه بېلگه ده ، دولس رښتيانۍ دوست او خدمتگار هغه څوک دۍ چي دخپل ملت دښيرازۍ په لاره کښې له مادي او مالي امتيازاتو څخه تير شو . دداسي ډبلو معاشو ،لکسوموټرانو، بې شميره مادي اومالي امتيازاتواو امکاناتو خاوندان پداسي يو غريب هيوادکښي لکه افغانستان حق نلري ځانته د ولس داستازي لقب ورکړي . خلکو داارزودرلوده چي دپارلمان په جوړېدو سره به په دولت کښې د يو سلسله غير طبعي اوله انصاف نه ليري امتيازاتو تر لاسه کولو مخه ونيول شي،اداري فساد ،رشوت اونوري ناخوالي به و� �کې اودولتي چارواکي به دخوار او بېچاره ولس دژوندشرايطو ته متوجه کړی،دخلکو او دولت ترمنځ به � �اپيداسوې فاصيله کمه کړي ، متاسفانه دوي نور امتياز ونه هم غواړي . زه نه پوهيږم پداسي يو غريب هيواد کښي چې دنړئ دغريبو هيوادو په ليکه کښي دريم ځاي ولري دداډول جگو مالي ام تيازاتو په ترلاسه کولو سره په کومو سترگو له بهرنيانونه بيا هم دمالي مرستو غوښتنه کيږي؟ ايا تاسو دلوړې تنخوا غوښتونکی فکر نه کوۍ چې يو شمير بهرنيان به درباندي خاندي ؟ هغه هيواد چې تر شپږو مليونو زيات وگړي يې خوړو ته اړتيا لري ،کالي نلري ،تعليم ،کور اوکار خبره خوپر چاي پږېرده ،او نړېوا� �ي خيريه مؤسسې دنړۍ دنورو هيوادو څخه دهغو دپاره خواړه برابروي ، خوچارواکي او دملت استازي يې ددنيا په م� �رنو موټرو کي سورېږې او لکس ژوند لري . په رښتيا سره له داسې پارلمان څخه دولس ا وهيواد لپاره دخدمت غوښتنه خوب او خيال دي .يودري متل دي : اگر اين مکتب است واين ملا ،حال طفلان خراب مي بينم . لوي څښتن دي په خپل فضل اوکرم پردې زورېدلی ملت ورحمېږي . پاي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طالبانو په مرکزونو ٦ بمونه غورځول شوي", "output": "کندهار کې د ناټو د ځواکونو يو وياند جګړن اينس منلې چې تيره شپه يې د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کې لومړۍ له طالب جنګياليو سره مخامخ جګړه کړى او بيايې ددوى په دوو مرکزونو باندى ٦ بمونه غورځولى ، چې له امله يې دده په وينا مرګ او ژوبله طالب جنګياليو ته اړولې ده . يو طالب وياند بيا ادعا کړې ده چې د ريموټ کنټرول بم له مخې يو د ناټو يو ټانک له مينځه وړى او ټول سپاره يې په کې وژلى دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې د خوراکي او سونګ توکو بیه لوړه شوه", "output": "میرویس جلالزی په پلازمینه کابل کې د خوراکي او سونګ توکو په بیه کې د تیرې اونۍ په پرتله له لسو څخه نیولي بیا تر دیرشو فیصدو پوري لوړ والی راغلی.د کابل ښار په بازارانو کې د یوه کیلو غوړو بیه چې تیره اونۍ ۶۰ افغانۍ وه روانه اونۍ ۶۵ افغانۍ، د هرې بورې ۵۰ کیلويی وړو بیه چې تیره اونۍ ۱۱۸۰ افغانۍ وه په روانه اونۍ کې ۱۲۵۰ افغانۍ او د یوه کیلو اوبلونو ګازو بیه له ۳۰ افغانیو څخه ۴۲ افغانیو ته لوړه شوي ده.د کابل ښار هټیوال د خوراکي او سونګ توکو د بیو د لوړي والي اصلي عوامل هیواد ته د سونګ او خوراکي توکو د وارداتو کموالی په ګوتو کوي.په و� �ته وخت کې په روانه اونۍ کې د یوه لیتر پطرولو بیه هم له ۳۰ افغانیو څخه هم ۳۳ ته ختلي ده.د سوداګرۍ وزارت نطاق جواد عمر د دغو بیو د لوړیدا اصلي لاملونه په ګاونډي هیواد پاکستان کې را پورته شوي کورنۍ لانجه په ګوتو کوي.ښاغلی عمر وایې چې سږ کال د خوراکي توکو بیه د تیر کال په پرتله د پام وړ ټيټه ده او سږ کال به حکومت هڅه وکړي چې د غنمو افغان کروندګر د غنمو د بیې له احتمالي ټیټوالي وژغوري دا ځکه چې که چیرته د افغانستان د فصلونو په موسم کې د غنمو بیه ټیټه شي نو کروندګر به سخت وځپل شي او رات� �ونکي کال لپاره به د غنمو کرلو ته زړه ښه نه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائتلاف: اته ترورستان مو خوست کې نیولي.", "output": "بینوا ته دائتلافي ځواکونو په خب� �پاڼه کې راغلي چې نن سهار دغو ځواکونو په خوست کې په دوو ترورستي اډو پاړو خیل او جیبه برید کړی او په ټس کې یې ٨ ترورستان نیولي. دوی وایي په پاړو خیل کلي کې دعملیاتو په مهال ښځې هم وې چې ددوی له لوري ندي په تکلیف شوي دوی وایي له ترورستانو سره دنیولو په مهال یو لړ چاودیدونکي مواد ول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تر كله به د وير او ماتم په ټغر را ټول ياستو؟", "output": "نه پوهیږم ،چې زموږ هېواد وال به کله له ویر او ماتم څخه خلاص شي ؟ کله به د هوسا ژوند مزه وڅکي ؟ کله به له اوسنيو مشرانو څخه د سولې او سوكالۍ سوغات ترلاسه کړي؟ هغه د چا خبره بنده یې بوله، ځکه هغو مشرانو،چې د نورو مشرانو په پرتله سترګې ور آوښتې خپل درباريي د مصلحتونو پربنا له یو شمیرداسې کسانو ډک کړی دی،چې لاتراوسه ورته خپل افغان ورور کوم ارزښت نه � �ري او د خپلو مزو چړچو په موخه د نورو هېوادوالو ستونزو ته پام نه کوي ،چې مثالونه یې د هېواد په هرولایت او سیمه کې له ورایه ښکاري او هیڅوک ورڅخه سترګې نه شي پټولای. هغه مشران ،چې د نورو په پرتله يي خپل ځانونه ښه ګڼل ، د بشر دوستۍ ډنډورې يي غږولې او د خپل راتګ په لومړيو ورځو كې يي د هېواد د رغونې ، آبادۍ او نورو اجتماعي خدمتونو لافې وهلې، نن سبا يي په داسي ستونزو سرکړو،چې په خپلو شاړو جونګړو كې د بهرنیو ړندو بمباريو په واسطه له سپین سرومیندو ،خويندو،میرمنو او کوچنیانو سره يو ځاى قربانى يا ټپى كيږو، دا څه ډول ویراو ماتم دى،چې د دغه مشرانو لخوا راباندې جوړ شوی دی؟ نه پوهیږم ،چې دغه مشرانو ته زه په کومه ژبه ووایم تر څو دوي د مظلومو هېوادوالو په اړه څو دقيقې فكر وكړي او له شته ناخوالو يي خپل ځانونه خبركړي. زما په اند که چیرته د اوسنيو م� �رانو جاله د اوس په شان په حرکت کې وي ډیرې میندې به بورې او ډیر ماشومان به یتمان شي او د حکومت او ملت ترمنځ به رامنځته شوى واټن نورهم زيات او داسې یوه ناورین ته به لاره هواره كړى ،چې مخنيوى به يي ناشونى او ورته د حل د � �ارې د مندلو په موخه به ډيرې ككرۍ خاورې شي. نن سبا،چې د هېواد هرې سیمې ته لاړ شې که په پوره دقت سره د سیمه يیزو اوسیدونکیو خبروته غوږشې، نودرته څرګنده به شي،چې ددغه شته ستونزو زیاتره لاملونه د بهرنيو ړندو بمباريو او يو شمير محلي واکدارانو د ناسم چلند له امله دی. سیمه يیزاوسیدونکي نه ستاسو د طرفدارو ځواکونو مخې ته درید� �ی شي او نه هم ستا سو مخالف لوري ته، خو ستا سو د طرفدارو ځواکونو د ناسم چلند له امله نور تر پزې رسيدلي دي. بله خبره دا،چې ګناه فردى ده او د اساسي قانون له مخې هم د بل شخص په ګناه څوک نه نیول کیږي ،نوولې ديوه په ګناه بل كس د ړندو بمباريو له امله په شهادت رسول كيږي او داساسي قانون خلاف ګام اوچتيږي. له دې څخه داسي جوتیږي کوم قانون،چې تاسو برابر کړى دی اول ستاسو ادارې پرې عمل نه کوي، نو له ملت څخه یې په نه پلي کولو کې څنګه ګیله کوي هغه څه ،چې تاسي خپله، ستاسي ادارې او بهرني ځواكونه ورته غاړه نه ایږدي له ملت څخه یې څنګه د عملي كو� �وهیله لري؟ هغه د چا خبره نورڅه درته ووایم ، د هغومیندو، پلارونو او میرمنو په حال زړه وسوځوي،چې نن سبا يي د بهرنيو ړندو بمباريو له امله د كورنۍ غړي په شهادت رسيدلي دي او يا پر ټپى حالت كې يي د درملنې لپاره په خپل جيب كې پيسې نه لري او يا يي هم ستاسو او بهرنیو پوځونو په بندیخانو کې د ژوند شریکان اوزامن شپې او ورځې تی� �وي او د هغې مور اوښکو ته خپل پام راوګرځوي ،چې په خپل زوی پیسې یې له ډیرې ژړا دسترګو د لید توان له لاسه ورکړی دی او د خپل بچي د لیدو په تمه ټوله شپه په خپله جونګړه کې په ویښه تیروي او خپلې نګور او لمسیانو ته د خپل نازولي زوی د راتلو تمه ورکوي د هغوي اولادونه هم ستاسو داولادونو په شان مور او پلار لري او د خپل پلار او م ورغیږې ته لیواله دي،چې د څو دقیقو لپاره یې په خپله غیږ کې ونیسي او د کلي په جومات کې یې ملاامام ته د ( ا- ب ) وی� �و ته وليږي. که چیرته ستاسو سره په واقعي ډول د خپل ځوریدلي ملت غم او اندیښنه وي باید په هېواد كې د بهرنيو او كورنيو ځواكونو د دغه راز ناوړه پيښو مخه ونيسي او د ټولو تيرو شويو پيښو د سپړلو لپاره په وطن مئین او په افغانانو مئین کسان په کار وګومارې، ترڅو درته جوته شي ،چې ستا سو راغليو بهرنیو ميلمنو او يو شمير امنیتی ادارو ستاسي د واكدارۍ په موده کې له دغه فقیر ملت سره د څه راز چلند لاره غوره کړې ده څومره ميندې او خوندې يي د غم او وير پر ټغر را ټولې كړې دي ، څومره بې ګناه كسان يي د بهرنيو او كورنيو بنديخانو تيارو خونو ته ور د ننه كړي دي ، څومره ماشومان يي يتمان او څومره پيغلې يي د خپل ژوند د شريك (خاوند) تر ليدو وړاندې كونډې كړي دي. كه داسې وشي هغه وخت به هېواد وال په دې باور شي ،چې په اوسنى حكومت كې هم يو شمير دلسوز او په هېواد او هېوادوالو م ين اشخاص شتون لري خیرکه د یوشمیر نا سمو چلندونو سره مخ شول،خیرکه يي خپل اولادونه د پردیو په ړندو بمباریو کې له لاسه ورکړل ،خیرکه يي په شخصی شتمنیو یو شمیر د مصلحت پربنا راغلیو واکدارانو خیټې واچولې اوس خو دومره څوک لري،چې غږ یې تر غوږو شي او غوښتنې يي تر څیړنې لاندې ونیسي او قضاوت پرې وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن", "output": "نن محمد صدیق پسرلیکمپوز میرویس جلالزی څو پرونۍ تجربېڅو د صبا انديښنې راغلي زما په زړه را ټولې شولېڅوک مې پرون ته بیایې څوک مې صبا ته بوليتر منځ مې نن راڅخه هیره شوله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اختر په هديره کې", "output": "تازه له هريپور کمپ څخه د جلوزو کمپ ته راغلي وو او هره ورځ مو د م جاهدينو په لاس ازاد شوي وطن ته د تګ شيبې شمارلې . انتظار ډېر تريخ وي او هغه هم چې کله اوږد شي ، زه چې ک� �ه مهاجر کېدم د شاوخوا پنځو کلونو وم او بيا له ١٢ ټولګي څخه دمهاجرت په دوره کې فارغ شوم . مهاجرت ډېر تريخ و، هره شيبه به وطن را يادېده ، کله چې به مې چېرې روانې اوبه وليدلې څنګ ته به يې کيناستم او د خپل کلي تنده به مې پرې ماته کړه . يو شي هلته ډېر ښه و او هغه دا چى هغه مينه چې موږ مهاجرو په خپلو م نځونو کې لرله اوس دلته د خپلو خپلوانو منځ نشته او دا ځکه چې هلته هدف يو، و. که څه هم په ه� �يپور کمپ کې زموږ ګاونډيان ټول د نورو ولايتونو وو خو دومره سره خواږه وو لکه ټول چې مو نږدې خپلوان وي ، د اخترونو په ورځو به څو ورځې حجر ې له ميلمنو ډکې وې ، لکه ګلدان کې چې رنګارنګ ګلان ايښي وي ، دهرځاى او ژبې خ� �ک به سره راټول وو . ١٣٧١ کال لومړى ورځې وې چې هريپور مو پرېښود ، په اټک را واوښتو او د جلوزو د استقلال کمپ ته راغلو . دلته موږ په يوه کرايي کور کې اوسېدو ، کور له هديرې او يوه خوړه چې کاڼي يې يواځې د باران له او بو سره اشناو ، اخوا و . چې کله ور تلو نو په يوه سور ږيري او نوراني سړي مې سترګې ونښتې ، و� �ور مې ويل دا زموږ استاد دى او مولوي رحيم الله زرمتى نوميږي ، دده نوم مې په ذهن کې و او هغه وخت مې بيا را ياد شو چې کله په کابل کې د اطلاعاتو او کلتو ر وزارت کې ور سره مخ شوم ، هغه مهال دى ددې وزارت مرستيال و. موږ چې دې کورته راغلو لوى اختر ته ايله څو ورځې پاتې وې ، ماته د هريپور وختونه را ياد شول ، د اختر � �پاره مې ښه پرېمانه وچه ميوه ، کلچې او کيک راوړل ، د هريپور په فکر کې وم ، خو باور وکړئ ټوله ورځ مې سترګې ستړې شوې خو هيچا زموږ دروازه بيرته نه کړه ، شايد دا هم د تنظيمي ماحول برکت وو . سبا بيا تر يوه وخته په تمه وم ، څوک را نغلل له کوره ووتم ، په مخامخ هديره ورګډ شوم . هر قبر ته دريدم او د اختر مبارکي مې ورکوله . هديره له بيرغونو ډکه وه او داسې شور يې کاوه لکه د مرغانو سيل چې تېرېږي . له ځينو قبرونو اوسپنيزې پنچرې � �ا تاوې وې او ځينې بيا همداسې عادي وو . د هر قبر شناخته مې کتله ، د شهيد عمر ، ځاى او د شهادت نېټه مې له سترګو تيروله ، حيران وم ماويل که ټول پغمان دلته ښخ دى او هلته به هيڅ ځوان نه وي پاتې . څومره چې مې سترګو کار کاوه ، بيرغونه او قبرونه مې ليدل ، بيرغونه ورخطا ، ورخطا رپيدل او داسې يې ښودله چې په کې پراته جسدونه د خپلې سرښندنې په پايلو شکمن دي . لږ وړاندې لاړم ، هلته درې خړو قبر ونو ته چې د تيږې وړې شناختې پرې ښخې وې پښه نيولى شوم ، په شناخته په شين رنګ ليکل شوي و ، عبدالله عزام او دواړو غاړو ته يې د زام نو ( محمد او ابراهيم ) قبرونه وو . يوه شيبه ودرېدم ، حيران وم ، ژوند راته يوه عجيبه تماشا ښکاره شو ، ماويل چېره نازولي عرب او چيره دا خړه دښته ؟ فلسطينى عبدالله عزام ستر عالم او ليکوال و ، خو خپل ارام ژوند يې پرېښې و او مجاهدينو سره اوږه په اوږه د سره ځواک پر وړاندې جنګېده . دغه عرب د ١٣٦٨ کال د � �يندۍ په ٣يمه ، له خپلو زامنو سره يو ځاى په پېښور کې په داسې حال کې چې جمعې لمانځه ته روان وو ، په يوه چاودنه کې شهيد شو . لمر په ډوبېدو وو ، خو لا له شهيدانو سره زما د اختر مبارکي نه وه خلاصه شوې ، هغوى هير کړاى شوي و ، ځکه ټول ماته په تمه وو او بيرغونو يې راته د راتګ بلنه را کوله . نور ستړى شوى وم ، ولږې او تندې سست کړى وم د ګام پورته کولو وس مې نه درلود ، ټوله ورځ مې هديره کې تېر ه شوې وه . يو لوى قبر ته مې ډډه ووهله ، دغه قبر نه شنه اوسپنيزه پنجره را تاوه وه او جنډې پرې رپيدلې . کله به مې م خکې پرتو سلګونو شهيدانو ته کتلې ، د هغوى تنکى ځوانۍ به مې ذهن کې تصوير شوې ، زړه به مې ډک شو چيغه به مې ستونۍ کې تاوه راتاوه شوه خو چې شونډو ته به مې راغله ، يو دم به غلى شوم او يوه بله څپه به مې په ذهن راغله ، ځان سر ه به مې ويل : که دغه قرباني نه وى او دا هديرې په شهيدانو ډکې نه وى ، اوس به ټول د سره ښکيلاک تر ګونډو لاندې وو . خير دى ، ددوى وينو رنګ راوړ ، د سره پوځ تالي څټي هم ختم شول او دادى واک مجاهدينو ونيو او د شهيدانو ارمانونه پوره شول خو حالات بل ډو ل شول ، هغه خلک چې في سبيل الله جهاد ته يې ځوانان را بلل د قدرت په نشو کې ډوب شول . له هغه وخته دادى ډېر کلونه تېر شول ، خو چې اوس کله پارلمان او يا نورو غونډو کې د هغو ډلو مشران خوا په خوا په څوکيو ناست ووينم د کومو تر منځ چې دغه شان هديري ډکې شوې ، زړه مې را ډک شي خو دا ځل هيڅ داسې ارمان په مخ کې نه وينم چې زړه پرې ډاډه کړم او د ژړا مخه ډب کړم . محمد نعمان دوست ، کابل د زمري لسمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د څلورو بلاوو په كړۍ كې راښكېل ولس", "output": "عبدالاحمد محمد يار ، کندهار نشه يي توكي، ټوپكسالاري، اداري فساد او ترهګري څلور داسې پديدې دي، چې نن ورځ يې درست افغانستان د وحشت تر تتۍ لاندې كړى دى. دغو څلورو پديدو ته د څلورو لويو بلاوو نوم هم وركولاى شو. د دغو څلورو بلاوو ژوند دا ډول يو په بل پورې تړلى دى، چې د هرې يوې برلاسي د هغې بلې د پرمختګ او د هرې يوې ماتېده، د هغې بلې د ساه ختلو په مانا ده. له دغو څلورو بلاوو څخه د رېيو ته يې لكه: نشه يي توكي، ټوپكسالارۍ او اداري فساد ته چې سړى وګوري، نو د ژوند لپاره يې بالكل لكه قانوني زمينه چې برابره وي، ځكه چې د درېيو سرو د شتون جواز د دولت په جېب كې پروت ښكاري او دغو درېيو سرو ته د دولت په چوكاټ كې دننه د ژوند كولو چانس ورپه برخه دى. ښه به دا وي چې دغې هرې بلا ته يو- يو ځل وګورو. ١_ ټوپكسالاري : د ټوپكسالارۍ په اړه خو به داسې ورځ نه وي چې له وحشته دې يې د ولسمشر كرزي فريادونه پورته نه وي. له هغې لومړۍ ورځې څخه چې دى د واك پلاز ته ورپورته شو، نو له خپل ملت سره يې دا ژمنه وكړه چې د ډېرو نورو ناخوالو ترڅنګ به د ټوپكسالارۍ دود ته هم لغته وركوي. دا دى تر ننه پورې دا ژمنه تكراروي او دى يې خپله د افغان ملت ارام ژوند، ملي يووالي، سياسي ثبات او پرمختللي افغانستان لپاره تر ټولو لوى ګواښ په توګه ښيي. څه مهال وړاندې خو يې له نيويارك ټايمز نومې ورځپاڼې سره په خپله يوه مركه كې په خورا مېړانه او زړور انداز سره وويل چې نور به د ټوپكيانو په وړاندې له جديت څخه كار اخلي. د ښاغلي كرزي، دې خبرې ټوله نړۍ او افغانستان هېښ كړل، ځكه چې د ده په اړه هېڅ فكر نه كېده چې له دومره زړورتيا څخه دې كار واخلي، ځكه نو تر ننه هم د ده دا خبره د افغانستان او نړۍ په ټوليزو رسنيو كې په وار- وار يادېږي او يادېږي. له دې مركې څخه مناسب وخت تېر شوى دى، خو تر اوسه پورې مو د ښاغلي كرزي د دغې ګټورې تيورۍ په غاړه كې د عمل جامې ونه ليدې. دلته يوه ډېره مهمه پوښتنه دا راپيدا كېږي، چې اخر دا ټوپكسالاران څوك دي؟ له بده مرغه چې ښاغلي كرزي تر اوسه پورې ټوپكسالاران خپل ولس ته ور ونه پېژندل او نه يې مشخص كړي دي. خو ايا دا دا مانا لري، چې د ده ولس دومره ناپوه، ساده او سرناخلاصه دى، چې ټوپكسالار به نه پېژني؟ څه موده وړاندې چې كله يوه ورځ ښاغلي كرزي له خپل دود سره سم د ټوپكسالارانو د وركېدو دنده ترسره كوله، نو هلته د كابل ښار، د كابل نندارې په تالار كې په اصطلاح جهاديان د اكاډميسين پوهاند برهان الدين رباني او پوهاند عبدالرب رسول سياف تر بركتناك سيوري لاندې راټول شوي وو. د دوى د خبرو، ويناوو او نظرياتو نچوړ دا و چې دوى په ډېر افسوس سره وويل: ”...كرزى مجاهد ته د ټوپكسالار اصطلاح كاروي. موږ تر دې وروسته ده ته دا اجازه نه وركوو، چې نوره دا ګناه تكرار كړي“. دا مهال ما ته دا فكر پيدا شو چې والله ښاغلى كرزى لكه چې همدا يو پوهاند رباني، سياف، قسيم فهيم، جنرال دوستم، تورن اسمعيل خان، جنرال عطا محمد، عبدالله عبدالله، يونس قانوني، ښاغلى خليلي او... ټوپكسالاران ګڼي، ځكه همدوى خو د ښاغلي رباني او سياف- ښاغلي او رښتيني مجاهدين دي او په دې كې هېڅ شك هم نه شته چې نن ټوپك هم د همدغو ښاغلو په لاسونو كې دى او نوره خو د يوه ډېر ساده او احمق لپاره هم خبره سپينه ده، چې ټوپكسالاران څوك دي؟ كه خبره سپينه وكړو نو ويلاى شو چې د ښاغلي كرزي اوسنۍ كابينه له يوه، يا دوو كسانو څخه په استثناء يوه ټوپكسالاره كابينه ده او د دې خبرې د زبات لپاره يو څو نورې كرښې هم ليكم، هغه دا چې: څه مهال وړاندې د كابل ښار د پوليتخنيك د لويې جرګې په خېمه كې د ټولټاكنو د قانون د څېړنې په هغه كې د تعديل، نيوكې، بشپړېدا او وړانديزونو په اړه د افغانستان په كچه د افغان ځوانانو يو هراړخيز كنفرانس جوړ شوى و، چې په هغه كې د ولسمشر مرستيال هدايت امين ارسلا، د خپلو خبرو په ترڅ كې دولتي اداره ټوله په ستونزو او فساد كې ډوبه وګڼله، يوازې يې ځان ښه سړى، مجاهد او د كار اهل وباله، نور يې نو د ټولو پر مخونو چليپا راكش كړه. همدارنګه د ټولټاكنو د ګډ دفتر مشر ډاكټر فاروق وردګ، د مخابراتو وزير، د كليو د پراختيا وزارت مرستيال، د بشر دحقونو د خپلواك كميسيون مرستيال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان ارنولډ، د اروپايي ټولنې استازي، د جرمني د سفارت استازي او... ټولو په بېلابېلو عبارتونو همدا يو د ستونزو او وسلې د شتون نظر وړاندې كاوه او بله دا چې څه وخت وړاندې په كندهار ښار كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت له خوا (كندهار د تاريخ په اوږدو كې) څېړنغونډه (سيمينار) جوړ شوى و، هلته د نوموړي وزارت له وزير ډاكټر سيد مخدوم رهين سره پر يوه لانجه واوښتم، په داسې حال كې چې ټول حواس يې د احساساتو په اور كې سوځېدلي وو، راته ويې ويل: ”په ټوله كابينه كې يوازېنى سړى يم، چې خپله دنده مې په سمه توګه ترسره كړې ده، نوره خو ټوله كابينه له ټوپكسالارانو جوړه ده“. اوس كه موږ خپل او د ولس څېړنه يوې خوا ته كړو، په خپله د چارواكو له خبرو او كړنو څخه دا خبره تر لمر او روښانه كېږي، چې اوسنى واكمن نظام يو ټوپكي نظام دى. خو دا دا مانا هم نه لري چې موږ دې د نوموړي نظام پرضد يومخ په مخالفت لاس پورې كړو، بايد كمزوري اړخونه يې روښانه او د ستونزو او نيمګړتياوو د له منځه وړلو وړانديزونه يې وكړو. زه داسې فكر كوم چې نن ښاغلي كرزي ته د هېواد او نړۍ په كچه د ملاتړ او محبوبيت امكانات برابر دي، له همدغو امكاناتو څخه په ګټه اخيستلو سره لكه څنګه چې يې له نيويارك ټايمز سره په خپله مركه كې ويلي، بايد عملي او جدي اقدام وكړي. له بده مرغه چې ده تر اوسه پورې دا كار نه دى كړى، بلكې د خپل دغه مثبت اقدام پرضد كړنه يې كړې ده. د ساري په توګه څو مياشتې وړاندې د هرات والي تورن اسمعيل خان د مركز له خوا د فرقې ورلېږل شوي قوماندان په وړاندې وسله پورته كړه، په لسګونو انسانان ووژل شول، ده په دغه وحشت كې يو عجيب و غريب نوښت دا هم وكړ، چې د هر ډول نړيوالو، انساني او اخلاقي نورمونو خلاف يې په روغتون كې تر درملنې لاندې بېوسه ټپيان هم ووژل. په دې اړو دوړ كې د افغانستان د هوايي چلن او ګرځندوى وزير چې د تورن اسمعيل خان زوى هم و، ووژل شو، چې دا د مركزي دولت په وړاندې يو څرګند شرارت او بغاوت و. د دې پرځاى چې مركزي دولت د خپل نړيوال توان له ملاتړ سره- سره د نوموړي ياغي او باغي بڼكې ايستلې واى، ښاغلي كرزي يې د زوى فاتحې ته خپله مېرمن ورولېږله او د تسليت پيغام يې ورته وړاندې كړ. جنرال دوستم په فارياب كې د مركزي دولت له خوا د ټاكل شوي والي پرضد په پوځي مارش لاس پورې كړ. د سترګو په رپ كې يې هغه خواركى په زوره له فارياب ولايت څخه وايست، خو ښاغلى عبدالرشيد دوستم د حضرت صبغت الله مجددي له خوا د ”خالد بن وليد“ د وركړل شوي لقب په جامه همداسې شريف، سپېڅلى او دروند پاتې شو. د مزار شريف د قول اردو قوماندان جنرال عطا محمد په نوموړي ولايت كې د مركزي دولت له خوا د ټاكل شوي امنيه قوماندان اكرم خاكرېزوال پر وس، توان او مسووليت باندې يرغل وكړ، 138 تنه ملي پوليس داسې تري تم شول، چې پته لګول يې د چا د توان خبره نه وه. خاكرېزوال بېچاره په خپل كور كې له ځورونې او د لوږې له ګواښ سره لاس و ګرېوان و، دولت يې غم نه شواى خوړلاى، د امريكايانو د ولايتي بيارغونې ډلې يا PRT له خوا يوڅه قوت لا يموت ورورسول شول. مركزي دولت د جنرال عطا په وړاندې د قانوني كړنې ګناه نه شواى كولاى، ځكه يې نو د مزار شريف ولايت په لاس وركړ. دې سياسي ناز و ادا او كرشمو ته سړى هېښ پاتې شي. اخر دا پوښتنه خو زه نه شم ځوابولاى، چې امريكا له دغو واكمنو ټوپكيانو څخه څه غواړي؟ ښاغلى كرزى په دې ټوپكسالاره كابينه څه كوي؟ پر يوه سر، له ولس سره د ټوپكسالارانو د وركاوي پخې ژمنې كوي، پر بل سر بيا د همدغو ټوپكسالارانو د سترګو بلا اخلي، ناز يې پر مځكه نه اچوي. په زړه پورې خو لا دا ده چې كرزي د ځان د كانديدۍ په ترڅ كې خپل راتلونكي دوه مرستيالان كريم خليلي او احمدضيا مسعود اعلان كړل. سړى نه پوهېږي چې دا بيا كوم جادو وبولي. ته به وايې چې كرزي ته دا معلومه شوې ده چې ولس له ما پرته بل هېڅ انتخاب نه لري، ځكه خو راشه د دې ولس د عزت او ناموس څرګند غليمان بېخاره په خپل څنګ كې ودروه او د دې خوار ولس پر خواره او مجبوره ورځ باندې وخانده، ننداره يې وكړه، كار ځنې واخله او لا يې خوار كړه، ځكه د افغان ملت څرګند غداران او هغه ټوپكسالاران چې دى يې خپله د وركاوي خبره كوي، په خپله خوا كې په څرګنده درول او ولس ته يې اعلانول، د ولس پر زخمونو له مالګې دوړولو څخه پرته بله هېڅ مانا نه لري. په داسې حال كې چې دا بېوسه ولس له ځان څخه د دفاع هېڅ وسيله او امكان هم نه لري. ٢_ د نشه يي توكو بلا: د نشه يي توكو د بلا ژوند، نېغ په نېغه په ټوپكسالارۍ پورې تړلى دى. څنګه چې د ټوپك واكمني نه يوازې دا چې كمزورې شوې نه ده، بلكې له يوې ورځې څخه بلې يې لا بنسټ كلك شوى دى، ځكه نو د نشه يي توكو بلا هم له يوې ورځې څخه بلې ته لا پسې چاغېږي او پړسېږي، چې په دې اړه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو د پلټنې راغلي پلاوي په ډېره نهيلې لهجه وويل چې په نوموړي هېواد كې دغه د نشه يي توكو فساد ډېرې اوږدې او ژورې ريښې ځغلولې دي. د دغه پلاوي له لهجې څخه داسې ښكاري چې د دغو ريښو كښل ډېر ستونزمن كار دى. ستونزمن كار خو به ځكه وي، چې د ټوپكسالارانو له خوا اوبه وررسېږي، چې نه مركزي دولت او نه يې نړۍ د مخنيوي هڅه كوي. د نشه يي توكو لېږد رالېږد، كار و بار او سوداګري د عادي، بېوسو او بې وسيلو وګړو د توان خبره نه ده، دا كار و بار د ټوپك په زور كېږي، د بغاوت او سركښۍ په زور كېږي، له واك او اداري مسووليت څخه د ناوړه ګټه اخيستنې په زور كېږي، نه په تش لاس او دا ټول امكانات له چارواكو سره شته او دا چارواكي يوازې ”چارواكي“ نه دي، بلكې ټوپكوال هم دي، ځكه نو نه يوازې دا چې عيني واقعيتونو ته په پام سره دا كار كوي، بلكې هره ورځ يې د سر په غوږونو او دواړو سترګو اورو، يا وينو چې دوى په دغه ناوړه تجارت بوخت دي. يوه نرۍ بېلګه يې څه مهال وړاندې په مزار شريف كې د جنرال عطا او جنرال خاكرېزوال ترمنځ د ناندريو رامنځته كېدل وو. يو ځل د نوموړي ولايت امنيه قوماندان جنرال خاكرېزوال، د قوماندان عطا په ترياكو بار موټر راګرځولى و او د ده د نشه يي توكو بار ته يې سخت تاوان وراړولى و. قوماندان عطا دا كار د خپل ټوپكي غرور په وړاندې خورا لويه سپين سترګي ګڼلې وه، ځكه يې پلمه لټوله. په پاى كې پلمه په لاس ورغله، بې مسووليته يې همداسې په ترياكو ډكې كڅوړې له هغو خلكو څخه ونيولې، چې د خاكرېزوال له خوا لاسليك شوي د وسلو جوازونه ورسره وو، ځكه يې نو د غچ اخيستلو لپاره په خورا بې مسووليتۍ سره ملي پوليس تري تم او خاكرېزوال يې هم د هغه په كور كې نظربند كړ. بله پېښه په غور ولايت كې رامنځته شوه، چې هلته هم ملي پوليسو غوښتل د استاد رباني د ترياكو كار و بار ته زيان واړوي او د دغې سوداګرۍ خنډ يې شي. د دې لپاره چې استاد رباني په ترياكو د خپلو بار موټرانو د خلاصون لپاره لار پيدا كړي، نو يې خپل كسان له ملي پوليسو سره لاس و ګرېوان كړل او د خپلو نشه يي توكو د سوداګرۍ له مخې يې اغزي ليرې كړل، چې دا پېښه بيا د هغه ځاى له دكاندارانو سره د ملي پوليسو معمولي اخته كېدل وګگنل شوه. په دې ډول سره د افغانستان په ګوټ- ګوټ كې ټول لوى او واړه قوماندانان، تر وزيرانو، واليانو او سياسي مشرانو پورې په دې ناوړه تجارت بوخت دي. په دې كې هېڅ شك نه شته چې كه نن له دغو خاينانو څخه ټوپك واخيستل شي، نو يوازې د يوم په زور به هېڅكله هم ونه توانېږي، چې د نشه يي توكو لپاره مځكه واړوي او د نشه يي توكو د فساد ريښې دې په كې ښخې كړي. ٣ _ اداري فساد: په اداري فساد كې خو دا اداره دومره ډوبه ده، چې نژدې دى غوږونه يې هم په كې ډوب شي. رشوت خوړل خو په هر لوى او كوچني اداري واحد كې، په تېره بيه محاكمو كې تر داسې بريده رسېدلي دي، چې نژدې دى ووايم بېخي راته افسانوي ښكاري، خو په رښتيا كې يې شك نه شته. د ساري په توګه په كلدارو يا افغانۍ شكرانه (رشوت) روا نه دى، كه څوك غواړي چې د خپل حق ناحق كار له خلاصون څخه وروسته خپله جبري شكرانه په كوم چارواكي ومني، نو دى لومړى اړ دى چې په خپل لاس كې اسعار په ډالرو واړوي او بيا يې ورته ډالۍ كړي او له دې پرته نو د ده د حق غوښتنې فريادونه له لويه خدايه پرته بل څوك نه شي اورېدلاى. همدا لامل دى چې د يوه له پامه لوېدلي رياست پر څوكۍ باندې كه نن كوم رئيس ټاكل كېږي، نو څو ورځې وروسته به يې ګورې چې د ښار پر پاموړ موقعيت باندې د ده لپاره موډرن ترينه ودانۍ پورته كېږي، ان ځينې خو به وينې چې د ښار په هر پاموړ موقعيت كې د ده درې نوي او پاموړ ودانۍ ولاړې دي. په دې كې شك نه شته چې دغه ودانۍ د بېوسه افغان ملت په اوښكو جوړېږي او د دغو ښكلو ودانيو په ښكلا كې د دغه ملت د وينو رنګ كارول شوى دى. تر هغه چې د واكمنو ټوپك او برچه په لاس كې وي، نو هغوى له يوې خوا د نشه يي توكو په كار و بار سره د افغانستان نړيوال حيثيت ته ګوزار وركوي، له بلې خوا په رشوت خوړلو سره د اداري فساد افسانه هم پنځوي. ٤_ ترهګري : د دغو درېيو بلاوو (ټوپكسالارۍ، نشه يي توكو او اداري فساد) بېغمه ژوند د درېيمې هغې (ترهګرۍ) د فعاليت او ژوند لپاره پخه او پراخه لار پرانيستې ده، هغه په دې دليل چې مفسد واكمن چې د خپلو جنايتونو او خيانتونو پر مهال هر ناروا حركت كوي، هر فساد كوي، نو پړه يې ښه بېخاره د ترهګرو پر غاړه وراړوي. په دې كې شك نه شته چې ترهګر به د افغان ملت ارام ژوند ته ګواښ نه ورپېښوي، خو له يوې خوا د واكمنو فساد د دوى لپاره ښه زمينه برابره كړې او له بله پلوه دوى د خپل قانون د پردې شا ته تروريسټي خوځښتونه هم پر دولت ضد ترهګرو تاوانوي. زه فكر كوم چې دغه د دولت په چوكاټ كې دننه پر كار بوخت ترهګر تر هغو ډېر خطرناك دي، چې عملاً او مخامخ د خپل مخالفت ږغ پورته كوي، بله دا چې ډېر داسې د دولت ضد په اصطلاح ”ترهګر“ شته چې د دولت د نااهلو او لنډپارو چارواكو له خوا برناحقه په يوه او بل نامه ځورول شوي او په لوى لاس مخالفت ته اړ ايستل شوي دي، چې يوه څرګنده بېلګه يې په زابل ولايت كې په اصطلاح هغه خطرناك ترهګر ملا دى، چې د طالبي نظام تر ړنګېدو وروسته پر خپل كور كښېناست او د لومړنيو توكو يو كوچنى دكانګى يې راوايست، خو هر وخت به د مغرضو چارواكو له خوا حق ناحق ځورول كېده، رټل كېده او ګواښل كېده، په پاى كې د ده نفس تر پزې راورسېد، چې له عملي مخالفت پرته بله هېڅ لار ورته پاتې نه شوه. دا كيسه مې د يوه نړيوال خبري سرويس له ژورناليسټ څخه وارېدله چې ويل يې: ما دغه د دولت په اصطلاح ترهګر په زابل ولايت كې وليد او ورته ومې ويل چې ياره! د خداى روى وګوره، اخر تر كومه به دا مخالفت كوې، نور دا مظلوم ولس پر كراره پرېږده، يو څه خو په خپل ګرېوان كې سر دننه كړه، چې ستا د دغه مخالفت ګټه د چا په جېب كې لوېږي. دغه ژورناليسټ زياتوي چې دغه طالب چې ډېره ښكلې ځواني يې وه، راته ژړل، مرۍ- مرۍ اوښكې يې پر توره ږيره راوبهېدلې او راته ويې ويل: پوهېږم چې ګټه يې د پرديو، په ځانګړې توګه د پاكستان جېب ته لوېږي، پوهېږم چې په دې حركتونو كې زما، زما د ملګرو، زما د هېواد او زما د ولس تباهي ده، خو اوس ما ته بله هېڅ لار نه ده راپاتې. اړ يم، پر كور مې پر كراره نه پرېږدي، اوس دې نو زما او زما غوندې د نورو مجبورانو زور ته ځان ټينګوي. د دغه ژورناليسټ په وينا، دغه طالب د چريكي عملياتو په تكتيك كې دومره لاسبرى و، چې كه په هر ډول محاصره كې به راګير شو، خو داسې د محاصرې له كړۍ څخه ځان باسي، لكه مرغړى چې له ګوتو وځي. پــــــــــايـــــــلـــــه : تر هغه چې له واكمنو سره پوځي زور ملګرى وي، نو ټوپكسالاري به ورځ په ورځ اوج ته رسېږي او چې ټوپكسالاري واكمنه وي، نو د نشه يي توكو كار و بار او اداري فساد به هم د بېسارې ودې په حال كې وي او چې داسې وي، نو د ترهګرۍ د بلا سيورى به هم له يوې ورځې څخه بلې ته د هېواد او ملت پر سر لا پسې خپرېږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "١٣٠ تنو ښځو د دايې توب کورس بشپړ کړ", "output": "٢٥ وری ١٣٨٤ په افغانستان کې يوسلو دېرش ښځي د دايې توب ( قابلګۍ) دوه کلن کورس بشپړ کړی دی. دا په نږدې دوه لسېزو کې لومړۍ ځل دی چې ښځي د ماشوم زيږولو په چارو کې مسلکي زدکړې تر لاسه کوي. اټکل دی چې اته سوه نورې ښځي به په دغه برخه کې خپلې زدکړې د راتلونکي کال تر پايه بشپړي کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ډنمارک : دافغانستان د . . .خپلواکۍ دخواخوږۍ پيغام", "output": "د ډنمارکي افغانستان پېژندونکي کلاوس فردینانت د مړینې له امله په ډنمارک کې د افغانستان د علمي -فرهنګي څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پیغام په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نومیالی افغانستان پوه او وتلی ډنمارکي لیکوال ،ژورنالیست ، څېړونکی او اتنوګراف کلاوس فردینانت د جنورۍ د میاشتې په ۵ نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې . د افغانستان ټولې فرهنګي او علمي کړۍ او په ځانګړې توګه دلته په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز او په ډنمارک کې د افغانستان اوسېدونکي فرهنګي او علمي شخصیتونه ځکه د کلاوس فردینانت په مړینه خواشیني دی چې هغه د خپل خوږ ژوند ډېره او خوږه دوره په افغانستان کې له افغانانو او په ځانګړې توګه له کوچیانو سره تېره کړه او وروسته له پراخو څېړنو او پلټنو یې د افغانستان د وګړو او په ځانګړي توګه د افغانی کوچیانو په باب یو شمېر ګټور کتابونه ولیکل .کلاوس د ډنمارک د ( شیلن ) د وچې اوسېدونکی و او د ( نیستیفل ) په ښار کې زېږېدلې و .پلار یې (یوهنس ) نومیده . هغه په ۱۹۵۳ ز کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ ،یو کال وروسته یې مېرمنه هم ورغله ،هغه هم لیکواله او اتنوګرافه ده.هلته دوه کاله و اوسېدل .زیاتره به کابل ،جلال آباد،غوربند،لغمان ،او د افغانستان په ځینو نورو مرکزي سیمو کې اوسېده.دغه راز هغه په قندهار او هرات کې هم اوسیدلی دی .په دغو ټولو سیمو او د هزاره جات په سهیلي سیمو کې یې یو شمېر پلټنې او څېړنې وکړې .استاد فردینانت په دې هکله خپله وایی : (( موږ یو هیات وو او د سیمې د لرغوني تاریخ ،کلتور او اتنیکي ارزښتونو راسپول مو موخه وه.....[وګورئ د [[خپلواکۍ ]]د خپرونې د دریم کال اتمه ګڼه - ډنمارک )) ،دغه راز د افغانستان د لرغوني تاریخ په باب د دغه ستر انتروپولیجست او وګړ پېژندونکي یو شمېره مقالې او لیکنې د ډنمارک په پوهنتونونو ( د کوپنهاګن او آغوس د ښارونو پوهنتونونه ) کې هم تدریس کیږی،او یو شمېر یې په ورځپاڼو ،مجلو او بېلا بېلو خپرونو کې خپرې شوي دي .موږ هیله لرو افغانان د دغه ستر افغاندوسته شخصیت یاد تل وساتی او په دې توګه د افغانستان د اسلامی دولت او دملګرو ملتو د یونسکو د ادارې له چارواکو څخه غواړو چې د کلاوس فردینانت د تلپاتې یاد لپاره دهغه آثار او لیکنې راټولې او دافغانستان په ملي ژبې وژباړی. موږ په داسې حال کې چې د هغه مړینه د ډنمارک ،افغانستان او ټولې نړۍ علمي - فرهنګي کړیو ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼو په توګه د هغه فرهنګیالې مېرمنې اودکورنۍ نورو غړو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو په ډنمارک کې د افغانستان د علمي - فرهنګي څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) په استاریتوب یوسف هېواددوست"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ټاکنوکمیسیون: زلمی خلیلزاد د خپل امریکايي تابیعت پر سره له مونږ سره په لانجه کې دی", "output": "د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوې سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې زلمی خلیل زاد به د افغانستان په راتلونکو ټاکنوکې د ولسمشرۍ مقام لپاره د کاندیدانو له ډلي څخه وي.خ� �یلزاد په خټه افغان خو د امریکې تابیعت لري او څو کاله دمخه په افغانستان کې د امریکې د سفیر په توګه هم پاتي شوی وو.د افغانستان د اساسي قانون له مخې هیڅ هغه کس چې بهرنی تابیعت ولري نه شي کولای په ټاکنو کې ودریږي.سرچینې وویل چې که څه هم خلیلزاد یو ځل ویلي وو چې دی د راتلونکو ټاکنو لپاره کاندید نه دی خو اوس داسي ښکاري چې نوموړی به د خپلې وینا برخلاف په ټاکنو کې ګډون وکړي.د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغې باوري او معتبرې سرچینې پر وینا چې خلیلزاد دمګړۍ د کمیسیون له چارواکو سره په دې بحث کوي چې څرنګه کولای شي د بهرني تابیعت د درلودو سره سره په ټاکنو کې د کاندید په توګه برخه واخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په تاند کي پرژبه باندي توندبحث ( معصوم هوتک)", "output": "تېره میاشت مي ویرجینیاته لنډسفرکړی وو اوهورې له دوستانو سره دلیدني پروخت راڅخه وغوښتل سوه چي په تاند ویبپاڼه کي پر ژبنیوخبرواتروباندي خپل نظر څرګندکړم . کورته ترراتګ وروسته مي په دغه ویبپاڼه کي د ټولوښاغلو لیکني اونظرونه ولوستل اودادئ خپل نظرهم ددوستانوپه غوښتنه وړاندي کوم .دښاغلي حکمتیارژبنی بحث ماپخواهم لوستی واودده له خواپر وړاندي سووړاندیزونواونظرونوباندي زه پخپل کتاب پرمعیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه کي پخواهم ږغېدلی یم . داکتاب دبېنوا ویبپاڼي په زېرمتون کي پروت دئ .دمخه تردې چي پردغومشخصو وړاندیزونوباندي وږغېږم بایدووایم چي دهري راز علمي څېړنو اوپه هغوکي بیادژبنیوڅېړنویوه برخه مسلکي پوهه غواړي . که موږد لغاتودریښې،دژبي دتکاملي پړاوونو،دژبودمبداء اوڅانګواودغه رازدې ته ورته نورومسایلوپه باب څېړنه کوونوله مسلکي پوهي پرته یې نسوکولای خوکه غواړودلهجودڅرنګوالي یاڅومره والي ،دلغاتود استعمال ورشوګاني اودې ته ورته نورموضوعات پلټونوددې پلټني له پاره حتمي نه ده چي دمسلکي زده کړواسناددي ولرو. حکمتیارهم ژبپوه نه دئ خودقیق سړی دئ .ده دژونددرې پرڅلوربرخي په سیاست اووسله والوفعالیتوکي تېري کړي دي . دې کارده ته د پښتنوله بېلابېلوقبیلواولهجوسره دارتباط زمینې برابري کړي دي . څرنګه چي پخپله هم یومتشبث سړی دئ نویې له ژبنیومسایلوسره د ارتباط په برخه کي هم دخپلوامکاناتوپه محدوده کي څېړنه کړې ده او پرځینوموضوعګانویې بحث دقیق دئ چي زه به یې یو څوبرخو ته اشاره وکړم .ـــ دښځینه جمع په برخه کي زمااودده نظریودئ . دی هم دښځه جمع په لنډه یاء سره ښځي اودمڼه جمع په اوږده یاءسره مڼې صحیح ګڼي . ماهم دپشتوژبي دګرامري قاعدواودکلاسیک ادب دمثالو پر بنسټ همداسي قاعده صحیح بللې ده (وګ : پرمعیاري زبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه ۱۱۱ ــ ۱۱۴مخونه). ټولي ښځینه جمعي په اوږده یاء سره لیکل مي ناسمه قاعده بللې ده .ـــ دچې،مې،بې مثالونه اوقاعده یې بالکل پرځای ده . ماهم پخپل کتاب کي له کلاسیکوشاعرانوڅخه نیولې بیاترننۍ مروجي پښتو پوري دمثالونوپه وړاندي کولوسره داثابته کړې ده چي ( چې = چي یې،کې = که یې ، بې = به یې ) معنی ښندي (وګ : هماغه کتاب ــ ۱۰۴ ، ۱۱۰ مخونه)په لنډه یاء باندي د(چي،مي،کي) دلیکلوپه برخه زمااودده لاریوه ده اوددوی له څرګندونوڅخه څوک داحکم کولای سي چي په لنډه یاء باندي ددغوآداتوتلفظ دافغانستان له شمال ختیځ امام صاحب څخه ترجنوب لویدیځ چخانسورپوري خپورکښلی دئ . دې پراخي اورشوته پاملرنه په کارده .په اوږده یاءسره د(چي) تلفظ ماته ځوانه ژبنۍ پدیده ښکاري اوزه به یې ددې لیکني په یوه برخه په تفصیل سره وڅېړم .ـــ دداسي اوهسي کلمات چي یې په لنډه یاء سره صحیح بللې دي، په حقیقت کي یې دپښتنودخوراپراخ اولس تلفظ ته انعکاس ورکړی دئ اوزه هم تائیدوم .ـــ دوو وړاندیزیې سل په سلوکي تائیدوم اوپالم یې هم .ـــ دپه ۱۳۸۶ کال کي مثال یې بالکل کره دئ . دارازموارداوس پر۱۳۸۶کال کي لیکل کېږي چي مطلق غلط دئ . له پر سره کي په هیڅ صورت نسي راتلای . له کال سره پر هغه وخت صحیح دئ چي عددپه مغیره حالت کي استعمال سي لکه پلاني دخپل عمرپراتلسم کال واده وکړ په نوروحالتوکي یې استعمال ټول ناوړه بدعتونه دي چي په بې مسئولیتۍ سره رواجېږي .ـــ دهغوالتباساتوپه برخه کي یې اعتراض بالکل پرځای دئ چي د اوږدې یاء دبېځایه استعمال له اسیته منځ ته راځي لکه ورځې د(ورځ) جمع اوورځې = میروي . په دې باب خوزماچیغي تراسمانه رسېدلي دي . داوږدې یاء رواجولو خوراډېرالتباسونه پېښ کړي دي :لرې = دور، لرې = داری ، مزې = خوندونه،په مزې پوري = په تارپوري، پرتې = افتاده ــ افتیده ، پرتې = هذیان، ولې = ویالې، ولې = چرا.....داکلمات که دپښتوداصلي قاعدې پربنسټ ولیکل سي داټول التباسونه له منځه ځي اوپه هغه صورت کي به :لري = دور(فارسی)لرې = داری(فارسی)مزې = خوندونهمزي =تارپرتې = افتادهپرتي = هذیانولې = ویالېولي = چرا(فارسی)کاشکي دژبي اختیار داران وروڼه زموږپرچیغوباندي غوږونیسي .دتانیثي یاء(ۍ،ئ) په برخه کي چي یې د نړیوال کلمې ستونزه مطرح کړې ده ،پرځای خبره ده . ترڅوچي د(ۍ) او(ئ) مسئله حلېږي ترهغو پوري ماته دنړۍ وال کلمې جلاجلالیکنه غوره ښکاري . تانیثي یاء اوس عامه سوې ده . عام سوی دوداورواج ماتول له ځانه سره نوري دنګلې منځ ته راوړي . یومشکل حلوي خوشل نوربیازېږوي . اوس به همدارواج او دود پالواولکه په نړې وال کي مواصلاحات راوستل اوبیابه یې یوځای دنړیوال په شکل نه لیکو،په نورومشابهو کلماتوکي به هم اصلاحات راولو.ـــ دعربي ژبي پراهمیت اوپه پښتوکي دهغې پراغېزه باندي ماتل ټینګارکړی دئ . عربي پښتوته داسي حیثیت لري لکه لاتین اویوناني ژبي چي یې اروپایي ژبوته لري .خومفغن سوي یاپښتوسوي کلمات بیرته پخپل عربي شکل لیکل به زماپه خیال ترګټه جنجالونه ډېر ایجادکړي ځکه دایوعلمي اصل دئ چي دهیرولوعملیه ترزده کولوهم مغلقه ده اوهم سخته . نوزماپه نظردهدیره کلمې اونورودې ته ورته کلماتوته اجازه ورکول کېدای سي چي په مفغن شکل دي ولیکل سي، نوسوله،کمیس،نکل،تپوس،خپه،غوسه اونورهم داستعمال جواز موندلای سي اودستونزوپه لږېدوکي مرسته کولای سي . داکلمات اوس دعمومي کېدوپه درشل کي دي .زه له دې خبري سره سل په سلوکي موافق یم چي دپښتوژبي وروسته پاته والی دپردیویافارسي وعربي کلماتودلرلوله اسیته نه دئ بلکي دهغه عوامل نوردي چي ماپخپل کتاب کي ځای ځای بحث پرکړی دئ .راغلود(ځ) بحث ته . حکمتیارصاحب اوشپون صاحب دواړه دغه فونیم (ږغ) پرپښتوباندي ترپل سوئ ګڼي اوشپون صاحب یې په (ز) باندي داړولوپلوی کوي .یوه ژبه چي دآوازوله لحاظه هرڅومره غني وي هغومره یې دنوروژبوپه تلفظ کي ستونزي لږوي .په پښتوکي دزیاتوفونیموسته والي پښتنوته داامتیازورکړی دئ چي دزیاتروژبوتلفظ دهماغوژبي داصلي ویونکو په شان کولای سي . دوی دجرمني البریخت هغه شان تلفظ کولای سي لکه جرمنیان چي یې تلفظ کوي . دروسي کرنداښ،خرښو هغه شان تلفظ کوي لکه روسان چي پخپله وایي.دفرانسوي توږور وینګ هغه رازکولای سي لکه فرانسویان چي یې پخپله تلفظ کوي اود انګرېزي ژبي په امریکایي،برتانوي اواسترالیایي تلفظونوکي د خاشې په اندازه مشکل نلري . په داسي حال کي چي دفارسي ،عربي او اردوژبوویونکي دپورتنیوژبوځیني کلمات نسي تلفظ کولای . دروسي کرنداښ،خرښو دکرنداش، خرشو په شکل تلفظ کوي دفرانسوي توږور دتوژور په بڼه وایي اوعرب خودانګرېزي برګرکینګ ته برجرکینج وایي ځکه چي په ژبه کي د(ګ) آوازنلري . دپښتوژبي په الفباکي دزیاتوآوازوسته والی ددې ژبي په کمالوکي راځي اوپه لوی لاس یې بایدله دغه کماله څخه محروم نکړو.زه چي دتقدیرپه حکم کاناډا ته راغلم لومړی کال مي په مونټریال کي تېرکړ. مونټریال دکیبیک ایالت مهم ښاردئ اوخلک یې په فرانسوي ږغېږي . دې ښارته ترراتګ وروسته دفرانسوي ژبي زده کړي ته مجبور سوم اومنظم کورس مي واخیست خوله بده مرغه مي پسې تعقیب نکړ. په دغه کورس موږدوه تنه افغانان وواونورټول دمختلفوهیوادوخلک وو. زماملګری افغان په بل لایزارلایق وو. زمابه دده پرلیاقت باندي هروخت دحسادت احساس راپارېدئ خوده له خپل ذاتي لیاقت سره سره دفرانسوي ژبي په تلفظ کي ستونزه درلوده اومانه درلوده. دی فارسي ژبی وواودفرانسوي ځیني کلمات لکه (ږه = Je) اونوردې ته ورته کلمات به یې په (ژ) سره تلفظ کول . زموږ ښوونکي ،مادام لوسي یوه ورځ راڅخه وپوښتل چي تاسي دواړه افغانان یاست خوستامشکل دتلفظ په برخه تردابل افغان لږدئ . داولي؟ ماورته په ماته ګوډه ژبه وویل چي دازماشخصي کمال نه دئ بلکي زمادمورنۍ ژبي کمال دئ چي دکانسونینټ اوواول ږغونوله مخي بډایه ژبه ده . ددابل مشکل دادئ چي دی پخپله مورنۍ ژبه کي د(ږ) له پاره له فرانسوي تلفظ سره سم آواز نلري ځکه نود(ږ) فونیم هغه ته دیوه بل قریب المخرج فونیم(ژ) په شکل اوري اوهماغه شان یې تلفظ کوي . دې راسره ومنله .په دغه کورس کي زمامشاهداتودخوراډېروعلمي حقایقوپه پوهېدلو کي مرسته راسره وکړه اوزه یې دانسان په مغزکي دآوازونودثبت په مسئله باندي پوه کړم . دژبي ماهران په دې خبره باندي ښه تراپوهېږي چي انسانان دمورله غېږي څخه دخپل شاوخوا چاپېریال ږغونه او آوازونه اوري اوپه مغزکي یې ثبتوي . هروخت چي له خپل مخاطب څخه آوازاوري، مغزیې له هماغه ثبت سوي لیست سره ګوري اوکه له هرثبت سوي ږغ سره دانوی اورېدل سوی آوازموافق و،دهماغه آواز حکم پرکوي . که نوی اورېدل سوی آوازدمغزپه لیست کي موجودنه وو، نوبیامغزهغه ته دبل قریب المخرج آواز زیګنل ورکوي . دمثال په توګه هغه ماشوم چي دخپل چاپېریال په ژبه کي یې د(ډ) آواز موجودنه وي اویوازي یې دال اورېدلی وي ، دده دمغزپه لیست کي هم (ډ) نه وي ثبت سوی . کله چي دانګرېزي ژبي (door)کلمه واوري د(d)آوازمغزله خپل ثبت سوي لیست سره وګوري اوطبیعي ده چي نسي یې موندلای خوهغه ته یوبل قریب المخرج آواز په لیست کي موجودوي چي هغه (دال) دئ ځکه نود(door)دتلفظ له پاره د(دور) حکم صادرکړي او فارسي ژبی اورېدونکی دانګرېزي ژبي (door) د(دور) په شکل واوري . مګرداکلمه که یوپښتون واوري ، څرنګه چي دده دمغزپه لیست کي د(ډ) آوازله کوچنیوالي څخه ثبت سوی دئ ، ده ته هیڅ نابلده نه ښکاري اوپه نتیجه کي د(door)کلمه هماغه شان واوري لکه یوانګرېزچي یې تلفظ کوي .په انټرنیټ کي دیوې کلمې یایوه نوم پلټنه هم کټ مټ دمغزي عملیې په شان وي . کله چي تاسي دیوې کلمې دسردوه یادرې توري ټایپ کړي لانه وي،بیانوموړي کلمې ته دورته تورو یولیست دکمپیوټرپرپرده باندي درته راښکاره سي اوتاسي ښایي خپل دغوښتني لغت یاکلمه پکښې ومومئ .په مغزکي دثبت سوو آوازونولیست چي هرڅومره اوږدوي،هغومره یې دتلفظ ستونزه کمه وي . پښتنود(ځ) آوازپه درلودلوسره تاوان نه دئ کړئ بلکي ګټه یې لادلاسه کړې ده نوله دې ګټي څخه یې محرومول پر مصلحت برابرکارنه دئ .دپښتوژبي (ځ) او(څ)دپښتنوخپله زیاتونه نه ده بلکي داآوازله هغي ژبنۍ کورنۍ سره تړلی دئ چي پښتویې هم په لمسیواوکړوسیوکي راځي .داچي په (ز) باندي د(ځ) داړولووړاندیزکېږي زه ورسره کورټ مخالف یم ځکه په دې صورت کي به نو دځه = برو امرصیغه لهزه = من سره ملتبسه سي اودغه رازله ځم،ځې، ځو سره به هم نوري کانې وسي . ما یووخت له پوهاندنګهت سره د(ز) او(ځ) توري داړولوپرسرعلمي بحث کړی دئ (آئینه افغانستان ــ ۳۲ ګڼه ــ ۱۳۰مخ). پوهاندصاحب مرحوم وړاندیزکاوه چي پوهنځی دي دپوهنزی په شکل ولیکل سي او دلیل یې داراووړ،چي فارسي ژبه د(ځ)آوازنلري.ماخپل دلایل ورته عرض کړل اودوی یې په دابله ګڼه کي جواب ووایه اومایې بیاجواب الجواب ورته وکیښ.په پای کي مسئله دډاکټرهاشمیان صاحب په حکمیت زماپه ګټه پای ته ورسېده.زمااندېښنه داده چي که دې کارته لارخلاصه سي نوسبا دڅ وارراځي اوهغه به هم پهس سره اړوله کېږي اوهغه به بیانوري دنګلې له ځان سره راوړي . زه چي اوس دخپل کوردښځمنوپه مخ کي دهغه هنرمند پښتوسندره اورم چي جانان یې په کوڅه کي راروان دئ اودی په (س) باندي د(څ) دتلفظ اړولوله خاطره ورته غلیظ ښکنڅل (کنځاوي) کوي،له ډېره شرمه سترګي څوړي واچوم اوله ځانه سره ووایم چي کوردي ښادسه په داجانان ،خوسپک سپانددي کړ.هغه پښتانه چي دپښتودوه ږغه (ښ،ږ) د(خ،ګ) په شکل نه تلفظ کوي هغوی دسلاویکوژبواونوروهغوژبوپه تلفظ کي هیڅ مشکل نلري چي دادوه ږغه دکندهارۍ لهجې له تلفظ سره سم اداکوي .نوزمانظردادئ چي وداني چاري چي په لوی لاس وراني نسي ،ښه به وي . پرېږدئ چي داژبنۍ عملیه خپل طبیعي سیرتعقیب کړي . اوس به لکه وړاندي چي مي وعده کړې ده،دچې پرسابقه باندي هم لږڅه روڼاواچوم :زمادڅېړني له مخي په اوږده یاء باندي د(چي) وینګ اوکښنګ اوږد تاریخ نلري . راسئ داموضوع داسنادواومدارکوله مخي وڅېړواوپه موجودولیکلوپاڼوکي یې وپلټو.دپښتوکومي زړې پاڼي چي اوس زموږپه واک کي دي زیاتره یې د یوولسمي هجري پېړۍ په جریان کي کتابت سوي دي.تردې زمانې وړاندي خطاطي سوي آثارکه موجودهم ول،زموږلاس ته نه دي رارسېدلي .دسلیمان ماکود تذکرة الاولیاء څوپاڼي چي ویل کېږي د ۶۱۲ هق کال تالیف دئ،دهغود استنساخ کال هم رامعلوم نه دئ . په دې پاڼوکي (چي) په یاء باندي لیکل سوی دئ خوداوږدې اولنډي یاءخبره یې نسي سپینېدلای(وګ : دتذکرة الاولیاء آفسیټ چاپ ــ د۲۰۰۰ع کال).دبایزیدروښان خیرالبیان دوهم لرغونی کتاب دئ.ددې کتاب دوې نسخې تراوسه موږته معلومي دي چي یوه دجرمني ډټیوبنګن ښارد کتب خانې دشرقي علوموپه څانګه کي خوندي وه اوپه پېښوراوکابل کي چاپ سوې ده . ددې نسخې دکتابت کال ۱۰۶۱هق دئ .دحافظ محمد عبدالقدوس قاسمي له خولې ویلای سوچي دخیرالبیان دغه نسخه د پښتوترټولوقدیمه خطي نسخه ده (وګ : دپېښورچاپ خیرالبیان ــ ۵۷مخ).خوحافظ مرحوم دډورن په حواله ورپسې زیاتوي چي له ده سره داخونددروېزه ننګرهاري(۹۴۰ ــ ۱۰۲۸هق)دمخزن الاسلام یوه نسخه موجوده وه چي د۱۱۱۴هق کال استنساخ سوې نسخه وه . حافظ لیکي چي که دکتابت داسن صحیح وي نودمخزن دانسخه زړه ثابتېدی شيدخیرالبیان په لومړۍ نسخه کي چي په یاءباندي لیکل سوې ده خو د اوږدې اولنډي یاءتوپیریې نه دئ څرګندسوی . دخیرالبیان دوهمه نسخه دهنددحیدرآباددکن په سالارجنګ موزیم کي ساتله کېږي اود استنساخ کال یې ۱۰۷۹هق ښوول سوی دئ (وګ:دهندد کتابخانو پښتوخطي نسخې ـــ ۹ مخ) خودانسخه دتحقیق ډګرته لاتراوسه پوري نه ده وړاندي سوې .ارواښادګل پاچاالفت دمخزن الاسلام یوه زړه نسخه راښیي چي په هغې کي (چي)اکثره (چه)لیکي اولږلږ(چی) هم لیکي (وګ : لیکوالي ــ ۲۱مخ ) خودایې نه دي لیکلي چي دانسخه چیرته خوندي ده خوپر څنګ یې دملامست دسلوک الغزات یوې نسخې ته اشاره کړې ده چي دهغه وخت دمطبوعاتوپه کتابخانه کي ساتل کېدله . دانسخه د۱۰۴۰ هق کال ده اوپه هغې کي (چي) د(چه) په شکل لیکل سوی دئ . دملا مست دسلوک الغزات یوه نسخه دده په کلیات کي خوندي ده اودا کلیات اوس دافغانستان په ملي آرشیف کي ساتل کېږي (وګ : فهرست نسخ خطی پشتوآرشیف ملی افغانستان ــ ص ۹۱) داچي دانسخه به هماغه نسخه وي چي دمطبوعاتوپه کتابخانه کي وه،که بله؟ زه اوس څه نسم ویلای .دپښتوکتابوپه خطي نسخوکي زمادمعلوماتوله مخي د(چي) رسم الخط د(چه) په شکل باندي زیات مروج وو. په یاء سره یې دلیکلو مثالونه سته خود(چه) پله ډېره پردرنه ده . دهمدغي مسلطي عنعنوي لیکني اغېزه ده چي موږدډورن په پښتومنتخبات ،د مېجر راورټي په ګلشن روه ،ددارمستترپه هاروبهاراودګلبرټسن دپښتواصطلاحاتو په ډکشنري کي (چي) د(چه) په شکل لیکل سوې وینو. داعنعنه په پښتني سیموکي دچاپخانودرواج زمانې ته هم رااوږده سوې ده اود راحت زاخیلي په لغات افغاني،دابوسعدفضل احمدخان په ګل کوهی اونوروکي د(چه) لیکنه تعقیب سوې ده . داماني عصرپښتومرکې (چي) په یاء باندي لیکله خوداوږدې اولنډي یاء توپیریې نه دئ کړی . ارواښادوزیرمحمدګل خان مومند سره له دې چي داوږدې یاء په برخه کي لازمي لارښووني کړي دي او(کي) یې په همدې یاءکښلی دئ خو (چي) یې د(چه) په شکل غوره بللی دئ(وګ : پښتوسیند ــ دوزیر محمدګل خان مومند لیکنه ــ ۲۴۱مخ). ارواښادقیام الدین خان خادم، ارواښادپوهاندصدیق الله رښتین،ارواښادګل پاچاالفت اونوروهم پخپلوچاپ سووآثاروکي د(چه) لیکلوعنعنه پاللې ده اودپښتوټولني له خواپه زیاتروچاپ سوو کتابوکي د(چه) لیکلوپله ، سره له دې چي د اوږدې یاء په استعمال باندي یې سرخلاص وو،درنه ده. د(چه) په لیکلوکي زموږمشرانواستادانوټولوپه ګډه سره داخبره کړې ده چي داکلمه دفارسي له (که،چه) سره همږغه اوهموزنه ده . دفارسي جملو پهمن آمده بودم که شماراملاقات کنم یاهرچه زودتربیائید کي (که،چه) دواړه دپښتو(چي) سره په تلفظ کي ورته بلل سوي دي او همداسي هم ده . دفارسي (چه اوکه) تلفظ که په لاتیني تورووکښل سي، (chi،ki) ځني جوړېږي یعني په لنډه یاءباندي تلفظ کېږي . که داسي وای چي وزیرمحمدګل خان مومند، ګل پاچاالفت، پوهاند رشتین ، استادخادم صاحب اونوروداکلمه په اوږده یاء باندي تلفظ کولای،نویې په لیکلوکي ولي اوږده یاء نه مراعاتوله؟ لکه ماچي دمخه عرض وکړددغوذواتوسرداوږدې یاء (مجهولي یاء) په ماهیت او داستعمال په مواردوښه پوره خلاص وواوپه مفصله توګه یې مثالونه اودرسم الخط شکلونه بیان کړي دي . خوله دې فهم سره سره یې (چي) د(چه) په شکل کیښ . داولي ؟ ددې پوښتني جواب دادئ چي دوی داکلمه په اوږده یاء باندي صحیح نه ګڼله اودفارسي ژبي له (چه ، که) سره یې په تلفظ کي برابره ګڼله . اوس که نوڅوک دفارسي ژبي (که،چه) هم په اوږده یاء تصورکوي،نوزماپه خیال به ناسمه توجیه وي ځکه په فارسي کي اصلاً مجهوله یاء وجودنلري . دایران فارسي ژبي (شیر= شیدې) او(شیر= زمری) یورازپه لنډه یاءتلفظ کوي . دهمدې دلایلوله مخي زه فکرکوم چي په اوږده یاء باندي د(چي) دلیکلواشتها ځوانه پدیده ده اوزورخویې وینوچي په دادوودرولسیزوکي یې ډېراخیستی دئ . ددې تاریخي حقایقوڅنګ ته داواقعیت هم پروت دئ چي د پښتوپه ځینوکي حوزوکي بیاپه لنډه یاء باندي د(چي) دوینګ او کښنګ دودژوندی پاته دئ اوددې رازلیکني له لاري یې خپله محافظه کاري اوله تاریخي اصالت سره خپله مینه ښوولې ده . په ژبه کي محافظه کاري (conservatism) اولیبرالېزم (libralism) دوې ژبنۍ ځانګړتیاوي دي . نه یوه بده ده اونه بله ښه .دژبو څېړونکوته په کارده چي له دغه رازحقایقوسره په سړه سینه چلندوکړي . که یوڅوک په اوږده یاء باندي د(چي) له لیکني سره دیولړدلایلوله مخي موافق نه وي، داکاردي بالکل یوه عادي طبیعي پېښه وګڼي . دغه رازنه موافقتونه دنوروژبودویونکوپه منځ کي هم سته اوترڅودامځکه اسمان وي، تل به داجریان روان وي . دژبي تکاملي بهېرد همدغو موافقتواونه موافقتوله ګډترکیب څخه پرمخ درومي . دپښتومشکل په دې کي دئ هغه کسان چي دژبي دسرښتې ټیکه داري لري هغوی ددغوژبنیوواقعیتوپه پوهېدلوکي یاستونزي لري یاسرنه په ګرزوي خوهغه کسان چي بیا ددې موضوعاتوددرک فهم لری اوپه پام کي یې هم نیسي ،له هغوی څخه بیااختیارسلب سوی دئ اوڅوک یې په خوله پیازهم نه میده کوي . ددې رازمسلط جریان نتیجه دژبي ګډوډي ده او پښتودهمدې ګډوډۍ سینداخیستې ده خودخدای فضل دئ چي ډوبه لانه ده . پردې واقعیت باندي چي بیادنن ورځي بدمرغه سیاسي حالات ،چي له سره څخه ترنوکه پوري یومخ دپښتنوپه تاوان روان دي، سرباری سي،نوخبره نوره هم غړکه کېږي اوغړکه سوې هم ده . زه د ژبي پرټولوخواخوږوباندي ږغ کوم چي له دې موضوعاتوسره په مسئولیت باندي چلندوکړي اوهغه بې موازنګي چي همدااوس پر پښتنوباندي اوپه پښتنوکي مسلطه ده،همېشنۍ ونه ګڼي . اوکویل ــ کاناډا۲۴ جنوري ۲۰۱۰ ع"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په غزني کې د القاعدې او طالبانو د دوو قوماندانو د وژلو خبر ورکړشو", "output": "د امریکې په مشرۍ ايتلافي ټلواله واېې چې د جمعې په ورځ ېې د غزني په ولايت کې د القاعدي ترهگري ډلي او طا� �بانو دوه قوماندانان او د هغوي دوه پلویان په یو برید کې وژلي دي .دا کسان د غزني د اندړو په ولسولۍ کې د به� �نیو ترهگرو په سمبالولو او جگړې ته د هغوي پر استولو تورن وو . ویل کيږي په دې عملیاتو کې دوه نور � �کمن کسان نيول شوي هم دي .ها خوا د اندړو ولسوال عبدالرحيم ديسیوال وويل چې په وژل شويو کسانو کې د عبدالم نان په نامه د طالبانو يو مشهور قوماندان شامل دي چې اورپکو ته ېې مالي سرچیني برابرولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل، عبدالنافع ثنا", "output": "لا مي پر زړګي د يارانې خبري پاته ديڅه وائې رقيبه د جګړې خبري پاته دي بيا د كوم اقصى له زړه زهير غوندي فرياد خيژيدلته ايوبي غوندي زړې خبري پاته دي راسه تر انګاره نمرودي سترګو كي وګورهلاهم د خليل د معجزې خبري پاته دي سم به له ابليس څخه سپېڅلى نقاب ليري سيمينه كي جانانه د سجدې خبري پاته دي خير دى كه (ثنا) له فرنګي � �ونډو نه خوند اخليمستي ئې پر زړه هم پښتنې خبري پاته دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ننګرهار كي ۴ ايتلافي سرتيري ژوبل سوي دي", "output": "د ايتلافي ځواكونو وياند ومنل چي تېره ورځ يې په ننګرهار ولايت كي څلور سرتيري د يوې چاودني له امله زخميان سوي دي، نوموړي وويل دا پېښه په خوګياڼيو و� �سوالي كي هغه وخت رامنځته سوه چي د ايتلافي ځواكونو د ګزمې موټر پر يوه له مخكي ښخ سوي ماين باندي تېر سو. وياند د سرتيرو حالت د ډاډ وړ وباله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نعيم فراهي اوس زموږ نه دی !!", "output": "په تېرو څو ورځو کې مې د اولسي جرګې د فراه د استازي نعيم ف� �اهي ملي ضد خبرې چې د پښتنو مېړنيو قبايلو په هکله يې کړې دي او دغه راز د هغو په وړاندې د يو شمېر ريښتينو افغانانو غبرګونونه ولوستل .زه هم د هغه د خبرو په اورېدو ډېر خواشينی شوم ، خو دا خبرې راته د تعجب وړ نه وې . ځکه چې ښاغلی نعيم فراهي اوس د داسې يوې ملي ضد ، افغاني ضد جبهې غړی دی چې د افغانستان لپاره له وير ، غم او ماتم پرته نور څه نه غواړي . دوی د روس او ايران په نغوته ، د افغانستان د غم لپاره دغه جبهه جوړه کړې ده او بيا پښتانه خو يې له يوې مخې د سر دښمنان دي . ځکه نو زه د هغه د تلويزيوني مرکې په اورېدو خفه شوم خو د تعجب وړ راته نه وه !زه د فراهي درنه کورنۍ له نږدې پېژنم ، يوه درنه ، ملي افغاني کورنۍ ده ، په فراه کې پوره مخوره پښتنه کو� �نۍده ، له همدې کبله زما هيله دا ده چې ټول ليکوال او ټولنې د نعيم فراهي دغه ملي ضد خبرې ، د هغه په درنه کورنۍ پورې ونه تړي او خدای مه کړه د هغه درنې کورنۍ ته پرې پېغور ورنه کړي .د ټول افغان تاريخ په اوږدو کې له بده مرغه موږ ته خپل بلا شوي دي . هغسې خپل چې اوس د نورو شوي وي . داسې خپل د نورو په اشاره خپل اولس ته يو ګواښ شي . پردي هم همداسې کسان د خپل اولس رټلو ته ګماري ، د همدوی پر خوله خپلو خلکو ته کنځلې کوي او بد رد ورته وايي .ځکه خو زه له درنو هېوادوالو په درناوي هيله کوم چې په دې خبرو ډېر خواشيني نه شي ، دا د خپل خبرې ونه ګڼي ، د پردو خبره او نظر يې و ګڼي او ويونکی يې هم د پردو په کتار کې حساب کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مرجه ولسوالۍ کي اته تنه وسلوال طالبان ووژل شوه", "output": "دهلمند ولایت د نادعلی ولسوالی د م� �جی په سیمه کی اته تنه وسلوال طالبان ووژل شوه .دهلمند ولایت د نادعلی ولسوالی د مرجی د سیمی ډیری اوسیدونکی وایی چی د وسلوالو طالبانو مړی لا دا مهال په سیمه کی پراته دی دهلمند دامنيی قومندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وویل : چی پرون د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کي ئې اته تنه وسلوال طالبان ووژل او څلو� � موټره ئې وسوځول شول دا په دې ولسوالۍ کي څوهم ځل دی چي یو لړ تصفیوی عملیات تر سره کیږی او وسلوالو طالبانو ته په کښي مرګ ژوبله اوړی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زما ملا او د پاکستان ملا", "output": "فضل رحمان کټوازی - سيول کوريا ١٠ - اپريل ٢٠٠٥ زېږديز داديروخت مي غوښتل چي په يوه داسي حقيقت باندي څه نه څه وليکم ،خو زياتو مصروفياتو اوبعضي مسٌوليتونو دې ته نه پريښودم چي قلم راواخلم اويوداسي ورين حقيقت خپلو وطندارانو ته وړاندي کړم چي تراوسه هريوه پرې سترگي پټي کړي دي . زه په دې نه پوهيږم چي تر څو به زموږ ړون اندي همدا شان غلي پاته کيږي ، او د هغه روښانه حقيقت انځور به د خپلو وروڼو مخي ته نه راوړي چي دا دډيري مودې راهيسي زموږ ګران ټاټوبی ورسره مخ دی . موږ که خپل مسوليتونه ونه پېژنو د خپلو لويو ملي ګټو څخه ناخبره واوسو ، او دهغه ناپوهه نسل چي تاسي ته يې سترګي نيولي شايد د ملاصاحب د جنت په تکل يا د يو څو روپو لپاره همېشه د خپو وړونو قاتل و اوسي . په داسي شان کړنلارو سره به د هغه دنياوي اواخروي ژوند تباه شي اوتبا کيږي . زموږ دملت بدبختي داده چي هرچاد لنډکروزر او بينز موټرونو خوند وليد اوس که ددې چوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره هرڅومره مبارزه وشي شايد زما د ( روغ ليوني ملا په فتوا) حقيقي جهاد دی . زه د هغه ناپوهه وړونو څخه سوال لرم چي ايا يوه ورځ مو ددې ملاڅخه هم پوښتنه وکړي چي ستا اولادونه خو په امريکا ، اروپا او د اسلام اباد يا تهران په لوړه سويه مکتبونو کي سبقونه وايي ، ايا دا جهاد چي ته وايي زه يې د يوه خوار ملت د يوه داسي ملت چي ددنيا يو غريب ترين ملت دی ولي وکړم ؟؟; ايا دا جهاد صرف پر مافرض دی ، ستا اولاد ولي جهاد ته نه راځي ، هر کله که دا پوښتنه زموږ د هغو ناپوهه کسانو سره پيدا شي نو په دې دي پوه شي چي ضمير يې بيدار شوی دی ، او نور به ددين اومذهب ددې خرڅ شويو دروغ ګويه سوداګرو په لومه کي نه راځي . څو شپې وړاندي مي د خيبر تلويزيوني چينل له لاري د اسلام د يوه داسي ټيکه دار خبر واوريد چي په جنوبي وزيرستان کي يې پر قبايلو ږغ کړی چي په ( ګومل زام ډيم ) باندي د چيني انجنيرانو اوکارکوونکو ساتنه دي وکړي ، ولي چي چين د پاکستان ډېر نژدې دوست دی . زه نه غواړم چي ددې لوی ټېکه دار نوم واخلم، ولي چي د نوموړي نوم زما د نوم سره يو شان دی . کله کله مي زړه غواړي چي حتی دا خپل نوم مي بدل کړی وای ، دا ښاغلی مولانا فضل الرحمن دی; ، او د جميعت علما اسلام پاکستان هغه رهبر دی چي همېشه کله چي هم دده مشران وغواړي د نوموړي نه ډېره ښه استفاده کوي . د نوموړي خدمات د پاکستان لپاره ډېر زيات دي ، اوبايد همداسي هم وي ځکه چي هغه ( پاکستان ) يې هيواد دی ، اوبايد د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي . هغه له يوه اړخه دغريبو کشميريانو د وژني لپاره د هند سره مقدس جهاد اعلانوي ، اوبيا چي کله ضرورت پېښ شي اووخت تنګ شي نو بيا د مشرانو په اجازه د هندي چارواکو د بلني څخه پرته د هند د سخت دريځو هندواڼو سره د ليدني لپاره هند ته په سفر ولاړ شي او بيا هلته پر خبرو زور راوړي ولي چي نوموړی ملي ګټي ساتي او بيا وخت ته ګوري ، نوموړي خو زموږ تاريخي اثار تباه کړل ، او يا يې د خپلو موزيمونو د ښايست لپاره خپل هيواد ته له ځان سره يو وړل ، اوس چي حکومت راغلی ولي د پېښور موزيم نه تباه کوي ، او په ټينکونو يې نه ولي ، چي دلته هم ملي تاريخي ګټي دي . نوموړي يو وار فتوا ورکړه چي د ښځي په حکومت کي حتی نکاح نه کيږي ، او دې بې نکاح ډېزلي ملا د بې نظيري په حکومت کي يوه لويه چوکۍ ترلاسه کړه ، اوحتی په ډېزلو کي د زياتي ګټي په تور په ډيزلي ملا بدنام شو . اوس به راشو قاضي حسين احمد ته چي د جميعت اسلامي لوی مشر دی او د افغانستان په تباه کولو کي نوموړي هم لويه فريضه سرته رسولې ده !! دلوی تجارت خو به يې څه نه وايو ، يوازي دومره به ووايو چي دې د دين ټېکه دار ملا !؟ هم د اسلام يو دايس ټېکه دار ځان بولي چي هر وخت د ملي ګټو د ساتني وخت راغلی دی نوموړي ورته لبيک ويلی اوغريب کشميريان او ځيني ناپوهه افغانان يې د خپلو وړونو سره د جنګ لپاره تيار کړي دي ، او په هغوی يې دخپلو هيوادونو تاريخ ، کلتور، او د هيواد پوهان او مشران قتل کړي دي . د نوموړي زوی اولور د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخت دي او اوس خو يې لا لور د پارلمان وکيله هم ده ، مګر په افغانستان کي زما او ستا لوڼي اوخويندي خو پرېږده چي زما او ستا وړونه او زامنو ته يې هم مکتب ته دتللو اجازه نه درلوده . د هغوی بايد ښوونځی مدرسه شي ولي چي افغانانو ته ددنياوي علم هيڅ اړتيا نشته ،هغه چي څومره جاهل او ناپوه وي دومره ښه جهاد کوي ، اوکه چيرته پوه شي نو بيا خو په به حقيقت ورته مالوم شي او د ملي ګټو د ساتني احساس به ورسره پيدا شي . اوس به لږ راشو د ښاغلي حميد ګل ژوندانه ته ، زما په اند هرافغان اوس په دې ښه پوهيږي ، پاکستان ته چي څومره کار ښاغلي حميد ګل کړی دی بل هيڅ چا نه دی کړی ، يو وخت د اسلام اباد يوه پنځه ستوري ( پايو سټارز ) هوټل ته د يوچا سره ولاړم ، هلته مي د نوموړي لور چي عظمي ګل نوميږي او په پاکستان کي د مهران بس سرويس د يوه لوی تجارت ريسه هم ده وليده ، د اغلي عظمی ( ګل ) لويدځ ډوله کوږ ووږ لباس چي مي وليد ډېر يې وځورولم ، ولي چي د نوموړي پلار خو زما او ستا ملا ته د حجاب او پردې درس ورکوي ، اوخپل ګراني لور ته يې لوېديځوال فيشن ورکړی دی . د پاکستان لوی خدمتګار چي خپل وطن ته يې ډېر لوی خدمتونه کړي ، افغانستان يې لوټي لوټي کړی ، د خپل کور ښايست لپاره يې د افغانستان تاريخي اثار لوټ کړل . چي خدای يې شرموي نو يې داسي شرموي : څه موده مخکي مي په پاکستاني مطبوعاتو د جنرال حميدګل مرکه ولوستله ، چي نوموړي په نصيرالله بابړ تورلګولی و چي د نوموړي په کور کي د افغانستان څخه لوټ شوي لوغوني اثار اوس هم شته ، دې حقيقت چي زما اوستا د ملا غوږونه اوس نه وي خلاص کړي څه وخت به يې خلاصوي !؟ د بابړ حالت اوس تر دې حده رسيدلی چي څه موده مخکي يې د خيبر تلويزيون سره د مرکې پر مهال وويل چي په افغانستان کي رهبر نشته ، او حتی چي زموږ ولسمشر کرزی صاحب يې هم ياد کړ چي هغه هم رهبر نه دی . هغه زياته کړه چي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي ! بابړ په دې مرکه کي په ډېر جرائت سره خپل پنجابي واکداران بې غيرته وبلل اوزياته يې کړه چي د هند پنجابيان اوس ددوستۍ خبري کوي دې هندواڼو ددوی ښځي . . . . بېنوا ويبپاڼه سپکي سپوري نه خپروي او اوس دوی ورسره خبري کوي . اوس قضاوت تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدم ، تاسو قضاوت وکړ ئ، چي زما او ستا ملا صاحب څه کوي ، او د نړۍ ملايان څه کوي ؟ ګرانو لوستونکو ! دغه څو کرښي چي مي وليکلې دا مي يوازي د خپل هغه ملي او اسلامي احساس له مخي وليکلې چي ډېر مي ځوروي ، او همېشه دا سوچ راسره پيدا کوي چي زما ملا زما وينه ده ، زما د وطن بچی دی ، هغه ولي د پردو په دې ناولو لومو کښي راګير شي ، اوولي دي خپل وطن لوټي لوټي کړي ، ولي دي خپل وروڼه د يوه او بل په نوم ووژني ، زما د ملا سره ولي د خپل هيواد ملي احساس نشته ، تر څو به په خپل ګرېوان کي نه ګوري ، او خپل احساس ا و مسوليت به ويده ساتي !؟ اوس به راشو زموږ د کليوالو خلکو سوچ ته ، دوی خو دا سوچ کوي چي هر څوک پاچا شي هغه ته بيا پيسې په خپل راځي ، اوهغه خو د پيسو مشين لري ، ګرانووطنوالو داسي نه ده ، حکومت چلول دا کوم اسان کار نه دی دا هغه وخت نه د ی چي ددنيا خلک د يوه بل نه ناخبره وو ، اوس د Globalization وخت دی ، د ټولي دنيا څخه يو کلی جوړ شوی دی هر هيواد په خپله پوره نه دی ، بيا زما اوستا غريب هيواد چي ٩٠ په سلو کي وګړي يې بې زده کړي دي نه خپل حق پېژني او نه د پردي . دا به څرنګه وکولای شي چي خپل هيواد وساتي ، ددې لپاره د نړيوالو مرستو ته اړتيا شته ، او که چيرته نړيوالي مرستي نه وي هيڅ امکان نشته چي ما اوتادي خپل ګلشن سمسور کړو ،زما اوستا ګاونډی هيواد پاکستان هم ددنيا په مرستو چليږي ، او د دنيامرستي دي چي حتی د يوه هيواد بهرنی سياست په بدلون کي لوی لامل ګرځي ، زه اوته که په رښتيا سره ملي او اسلامي ګټو او مسوليتونو ته درناوی وکړو نو زما او ستا د ابدالي بابا دا تاريخي کور به هم جوړ شي . لکه څرنګه چي مو د روسي ښکېلاک په وړاندي مبارزه وکړه اود ټولي نړۍ تېره بيا امريکا متحده ايالاتو مرستي مو ومنلې که هغه مرستي راسره نه وای ايا زما او ستا په توره به څه کولای شول !؟ د نړۍ سره هم زما او ستا د کور اوعقيدې کوم فکر نه و ، د هغوی خپلي ګټي وې ليکن کله چي زما او ستا د لويو ګټو سوال راشي نو بايد بيا خپل مسوليت اداکړو ، اواوس چي دمتحده ايالاتو په مشرۍ نړيوال طاقت په افغانستان کي پروت دی او زما اوستا سرحدونه يې د خپلو ګاونډيانو دمداخلې څخه ساتلي او زما اوستا دملي اردو پوليسو زده کړي ، تجهيزات ، او د وطن د ابادۍ په کارونو کي مرسته راسره کوي ، ولي يې دښمني وکړو ، لکه څرنګه چي د جهاد په وخت کي دې نړۍ له موږ سره مرسته وکړه ، او موږ بريالي شوو ، همدا شان اوس د خپلو ملي ګټو لپاره بايد ددې طاقتونو موجوديت قبول کړو ، او که چيري داسي ونه کړو نو بيابه هر څوک خپلي لاري درنه جلاکړي ، لکه څرنګه چي مشرف صاحب د ( سب سې پهلې پاکستان ) ياني تر ټولو لومړی پاکستان ناره ووهله ، او خپل دريځ يې دبوش په يوه ټيلفون سره بدل کړو ، زما اوستا لپاره هم ړومبی افغانستان دی ! خدای مکړه که افغانستان نه وي نه به ته يې نه به دي غيرت وي اونه عزت . په اخير کي دخپل وطن د درې رنګه مغروره بيرغ د تل تر تله رپا او د ټولو وطنوالو د هوسا ژوند په هيله ! ددې ليکني موضوع سره اړوند د قاري صاحب هجران شعر د صالح محمدصالح په ږغ کي واورئ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "علي احمد جلالي: له مشرانو سره تر خبرو وروسته به خپل دریځ اعلام کړم", "output": "عزمت علي د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالی د سه شنبې په ورځ کابل ته را ورسید. نوموړی له دوبۍ څخه کابل ته راغی او په هوايي ډګر کې یې له خبریالانو او خپلو یو شمیر مینه والو سره وکتل.جلالي چې د واکمنۍ پر مهال یې د کابل امنیت د پام وړ ښه وو خبریالانو ته وویل چې دی له قومي مشرانو او مخورو سره په ټاکنو کې د خپل ګ� �ون په باب خبري کوي او وروسته به هر څه روښانه کړي. جلالي وویل: (( زه غواړم افغانستان چې ته کار وکړم، علاقه لرم چې د افغانستان په جوړولو کې برخه واخلم خو په ولسمشریزو ټاکنو کې زما د ګډون په اړه اوس وختي ده چې چا ته څه ووایم))."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتيکاکې ١٥تنه ټپيان اويوه ښځه وژل شويده", "output": "په پکتيکاولايت کې ددغوو� �وستيوڅلوورځوراهسي په دوامداره توګه دواوري دوريده له امله ددغه ولايت دزيړوک ولسوالۍ دکيحون په سېمه کې داستوګنې دکورونودړانګيده له امله ١٥ تنه وژل شوي اويوه ښځه وژل شويده . دپکتيکاولايت دوالي وياندغمی خان محمدياربينواويب پاڼی ته وويل چې ددغوتاوني شويوکورنيوسره دافغانی سري مياشتي ټولني لخواديوه اندازه خوراکې توکوبيړنۍ مرستي شوي دي خودده په خبره چې دغه مرستې ددوي لپاره کافې نه دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارزګان : په خپلمنځي جګړه کي د اتو مرګ ژوبله تايد سوه", "output": "داروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي اردو او له امريکايي ځواکونو سره د کارکوونکو ځانګړو افغان ساتونكو ترمنځ په شوې خپل منځي نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . په ارزګان ولايت کې د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزي مدير سمونمل ګلاب شا شمشاد ته وويل چي جګړه تيره شپه د ارزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ كي سوي ده چي په ترڅ كي يي دري تنه دملي اردو سرتيري او دوه تنه دايساف ځواكونو افغان ساتونكي وژل سوي او دوه تنه د نوموړو ساتونكو او يو تن دملي اردو سرتيري ټپيان سوي دي . د سمونمل ګلاب شا څخه مو دجګړي لامل وپوښتي خو هغه يي په اړه نا خبري وښوده . ارزګان ولايت دهيواد دسهيلي برخي څخه ناارامه ولايت دي چي د وسلوالو طالبانو شتون پكښي ځواكمن دي او وخت نا وخت د دولتي او بهرنيو ځواكونو سره جګړي كوي خو د ملي اردو د سرتيرو او دايساف ځواكونو دافغان ساتونكو تر منځ جګړه پكښي نوي خبر ده او نوموړي جګړه خپل منځي جګړه بلل كيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قزاقستان: د معتادینو په کلینیک کې اور ۳۸ تنه وژلي", "output": "میرویس جلالزی نن د یکشنبې په ورځ سهار له لمر ختو دمخه په قزاقستان کې د روږدو کسانو د درملني په یوه کلینیک کې د اور لګیدني له امله ۳۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . اور په سیمیز وخت د سهار په پینځه بجې او دیرشې دقیقې د تلدیکورګان په مرکزي سیمه کې د نشه یانو د درملني په یوه کلینیک کې بل شو چې وروسته د اور وژني مامورین سیمې ته ورسیدل. د قزاقستان د بیړنیو حالاتو ادارې خبر ورکړ چې وژل شوي ټول کسان هغه ناروغان دي چې په دغه مرکز کې بستر ول. د ژغورني ډلو تر اوسه پوري څلویښت کسان له دغه مرکز څخه ژوندي ژِغورلي او عملیات لا هم روان دي. د قزاقستان لومړي وزیر کسیم مازیموف د پیښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره د عاجلو پلټنو امر کړی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارمان", "output": "کاشکې زه ژورناليست نه واييګوندې په دې ترخو � �ازونو ژر نه خبريدايهره ورځ به مې د چاودنې اوځانمرګې بريد خبر نه جوړاوههره ورځ به يو چا راته نه ويلې:زه دطالبانو وياند يمداکار زمونږ مجاهدينو کړی هره ورځ به مې نه اوريدايتاسو دحکومت او ملي ګټو پرضد ياستدطالبانوخبرونه خپرویکاش چې زه ژورناليست نه وايګوندې له فساده ډکې دولتي ادارې به مې نه ليد� �ايګوندې پارلمان ته به نه ورتلايهلته به مې فيشني وکيلانې او وکيلان نه ليدلايدهغوسرچپه کارونوبه نه حيرانولايکاش چې زه ژورناليست نه وايزه به د دولتي چارواکو چلونو چلوټو نه ځورولايمابه د ولسمشر له وياند څخه نه پوښتل: د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې مخنيوی به کله کيږي؟مابه دباندينوچارو وزارت نه دمهاج� �ينو په زوره را ايستلو ستونزه نه پوښتلهکاش چې زه ژورنالست نه وايکاش زه داسې يو څوک واي چې پرته له توازن بيطرفۍ اودقت څخهپرته له ژورناليستيکو اصولوڅخه اوپه خلاص مټ ما دا کولاي شواي چې دغله په ټنده وليکم غ� � غل غل سه شنبه 3/10/1387 کابل-لمرټلويزون"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتو ادبي ټولنه يوورځنۍ څېړنغونډه جوړوي", "output": "ده پښتو ادبي ټولني کلاسیف الله تکړه شاعرانواولیکوالانوپه ډیرهمت سره ده یوې ورځنی څیړنغونډي تکل کړی دی چي پر 27م اپریل 2007م باندي تر(پښتوادب په اوسني دورکي اوزموږذمه واري)عنوان لاندي به په ولسوالی هال کي کیږ ي. د یادوني وړده چی دا غونډه به پردریوبرخوویشلې وي.چي اوله برخه به یې ده ډیرتکړه شاعر عبدالقادرمجرم ده نوي چهاپ سوي شعري ټولګي (ژوندون اوامیدونه) مخکتنه وي چي لیکوالان به باندي خپل نظرونه وړاندي کوي او دویمه برخه به مقالې وي چي پرپورتني ذکرشوي سرلیک باندي به لیکوالان درانه نظرونه وړاندي کوي. اودریمه برخه به پښتومشاعره ويي اوپه دې غونډه کی به ده سهیلي پښتونخواه ټول لیکوالان ګډون لري.موږوټولو پښتنولیکوالانواوشاعرانوته ده ګډون په هیله اوسترګي په لاره یو. محب الله خان ښېراز د پښتوادبي ټولني مشر کلا سیف الله سهیلي پښتونخواه لويه پښتونخواه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه", "output": "د ژونــد ازغـنــــه كي� �ـسه تـــا تـــه نـــــه كــــړمتــــــه خـــــو تنـــكــۍ يــې ته وريـښمينه څانگهزمــــا د ارمــ� �ــان دڅـــــناره پــــــــــه ډډ كـــــېبـــــس هـــمـــــدا تـــه ښـــكارې حسينــه څانگه ¬¬¬¬¬¬¬¬¬ گلـــــــه زه څنــــــگه درتـــــــه ووايــــمــــــــــهچـــې اوس خپـــل نـــه يــــم اوس درتـللى نه شمزه چـــې لــــه خپـــــل ځـــان نه پــردى اوسـيږمجــــانــــ� �ه نـــــــو تـــا هـــــم خپــــــلولى نـه شم¬¬¬¬¬¬¬¬¬لا د حــــــــالا تــــــــو كــــش مـــ� �ـكش كــــې يمهلا خـــو مــــې زړه پــــردى دى ځــان پــردى دىلا خــــو پـــه خــــپل احســــاس حــ� �ــاكـم نـه يمههيــــلې پـــــــردۍ دي او ارمـــان پــــــــردى دى¬¬¬¬¬¬¬¬¬لا خـــو پــــــه ب� �ــــلـــه دنـــياگــۍ كــــې اوســــمخـــپـــــله دونيـــــــا ده مـــــــــــروره رانـــــــــ� �هد ژړا گــــــانــــــو ســـــــره مــــــــل شـــاعـر يمخــــــوب او خــــــندا ده مـــــــــ� �ـــــــــروره رانه¬¬¬¬¬¬¬¬¬لا خـــــو ژونــــــدى يــم خـو په نـوم ژونــدى يمروح مــــې د مــ� �ـرگ د بـلا ښـــكار شـــــوى دىاوس مــــې د ستـــــرگــــو پـه ســـت مه دربـولههر خــــوږ احســـاس زمــــا پـــه دار شــوى دى¬¬¬¬¬¬¬¬¬لا خــــــو لـــــه خپــــل ځـان نــه پـــردى يمه زهلا خپــ� �ل ژونـــدون رانـــه خــفـــه ، خــفــــه دىغــــواړم پــــه ميـــنـــه كــې دې ډوب شمــه زهخـــو اخ جنــــــون رانـــــه خـــفـــه ، خـفــه دى ¬¬¬¬¬¬¬¬¬اوس مـــې جـــذبــــې د وخت پـــر تيغ پرتې دياوس مــــــــې د زړه دوينـــــــو دارې څـــــــارماوس دې خــــوږې مســـكا تـــه نـــــه يم اوزگاراوس مــــــــرور ژونـــــدون تـــــه لارې څـــارم ¬¬¬¬¬¬¬¬¬چــــې دحـــــالا تــو كـــش مــــكش نـــه ووځــمبيــــا بـــــه درځـــــم ، بيــــا بــه درځــــم جانانهچـــې مـــ� �رور ژونــــدون مـــې خپل كړو كـــــلهبيـــا بـــه نـــو تـــا هــــــم خپــــلــــوم جـانــانـ� �ه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تخار، سمنګان، فاریاب، کندز، بدخشان او بلخ کې د انتخاباتو ملاتړ وشو", "output": "میرویس جلالزی د تخار، سمنګان، فاریاب او بلخ ولایت په سلګونو تنو مخورو، سپینږیرو او ملا امامانو دافغانستان د انتخاباتو په اړه د اروپایې ناظرینو وروستۍ څرګندوني رد کړې .د غونډي ویناوالو له نړیوالوناظرینو وغوښتل چې د انتخاباتو په پایلو کې دي لاس وهنه نه کوي.هغوي د انتخاباتو پروسه بریالۍ په ګوتو کړه او زیاته یې کړه چې هیڅ بهرنی دا حق نه لري چې د انتخاباتو پایلې بدلي کړي او یا هم د افغان ولس رایوته په سپکه سترګه وګوري.تیره اونۍ د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدلو دکمیسیون اروپایې ناظرینو وویل چې یو نیم ملیون رایې شکمني دي.ګډون والو له اروپایې ناظرینو وغوښتل چې په خپلو غیر مسولانه څرګندونو باندي باید د افغانستان حالات کړکیچن نه کړي او هڅه وکړي چې د خلکو د فلاح او خوشبختۍ لپاره ګامونه پورته کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په محشرکې", "output": "&n; bsp; ; د خيــــــــــالــــــونــــوسـمـــــنــــد رکـــې د ژونــــــد ون پـــه مـــازد يـــگـــرکـــــــې ز ه ر و ا ن و م بــــــــــــی خبـــــــــ� �ه جـيـنـــکـيـــــــــوپـــــــــه گـــــــود رکــــــې پـــــه كتـــــــاربـــــه وی روا نــــــــــــــې کــــه بــلـبــلـــې پــــه لــــــوی غـــرکــــې چــــی زمــــا مـيــنــ� �ـــه پـــــرې راغــلــــه هــغــــه تــلـلــــه ښــــــــکلــو ســرکــــــې ډيــــرخـــ� �وشحــا ل بـــــــه وم له حـــــــد ه چـــی بـــه راغـــلــه پـــه نــظـــــرکــــــې زمـــ� �ـاپـــــه فــکــربـــه مــيـــلـمـــه شــوه هـــم مــاښـا م ا وهـــــــــم سـحـــرکــــــ� �ې مـــا بـــه لا ر و ر تـــــــــه نـيـــــــولــــــه چـــــی معـلومـــه بـــــه شــــوه د رکــــــې بـيــــابـــه مــا ســـره جـــوره شــــــــــــــوه د ژ و نـــــــــد ون پـــ� �ه دی ســفــــــرکـې چــــــی د خيــــا له شــــــومــــه لـــــــرې هيــځــــوک نـــه ؤ لـــ� �را وبــــــــرکـــــــې نـــــومــــــــی آ ه کـــړلـــوالــلـــه تــــــــــه سـخـــت م� �ـی د رد شــــولـــوځـيـــگــر کې چـــــی پــــه تــلـــومـــا زد يــګــری شـــو ځــــا ن مــ� �ـــــی وليـــد وخـطــــرکــــــــې د ا جــــــــل د اعـــــي چـــــې راغــــلـــــه زه ئــ� �ـی بـنــد کــــړم مـــرگ بستــرکــــې ز ه ر حــمــت ا و س د ر نــــــه لا ړ م بـيـــا مـــــــ� �ـی گـــــوری پــــه محشرګې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بیارغاوني پروژې شروع سوي دي", "output": "ولایتي چارواکي وايي چې په زابل ولایت کې یې د بیارغاوني کارونه ګړندي کړي دي ، د زابل والي محمداشرف ناصري بېنواته وویل چی پدغو رغونیزو کارونو کي دوه سړکونه او یو مسجد شامل دي ناصري زیاته کړه چي دغه دري پروژې ګرده په کلات ښار کي شروع شوي دي او په څو میاشتو کي به سرته ورسیږي او د بې روزګاره ځوانانو لپاره به ګڼې کاري مواقع هم برابري سي. ده وویل چي ددغو پروژولګښت له دولتي بودیجی او د پي ار ټي لخوا ورکول کیږي چي ټولیز ارزښت يي تر څ� �ور لکه ډالره اوړي او دا بیارغوني دا لړۍ به همداسی روانه وی خو دزابل یو شمیر خلک بیا د بیارغاوني دغه کارونه یو ډول انتخاباتي کمپاین ګڼي ، د کلات يوه اوسیدونکي بېنوا ته وویل چي دولت په دا اته کاله کي یو سړک هم جوړ نکړ خو اوس يي دوه پر یوه ځای شروع کړل دغه اوسیدونکي چي نوم نه څ� �ګندوي وايي چي دولتي کسان غواړي چي پدې توګه د حکومت او کرزي فعالیت وښيي او خلک تشویق کړي چي بیا کرزی ته � �ایه ورکړي دا چي بیا رغونه به همداسي دوام وکړي او که به رښتیا هم یو ډول کمپاین وي دا خبره به راتلونکی څرګنده کړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بلجيم کي دیوې علمي څېړندغونډي دجوړیدوخبرتیا", "output": "په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير او سلام فرهنګي ټولني په نوښت ، د افغاني کلتور نوميالي خدمتګار سرمحقق عبدالله بختاني د علمي - کلتوري خدمتونو څيړنغونډه جوړيږي .په غونډه کي د ښاغلي سر محقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار دعلمي شخصيت د� �ناوۍ اود هغه پر ادبي تخليق او شعري سبک به څيړنيزي مقالې او ويناوي واورول سي . غونډه دوې برخي لري :لومړۍ : علمي برخه د استاد سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار پر اثارو ښاغلي پوهان :١ : داکتر شيرولي شير٢ : استاد حبيب الله رفيع ٣ : داکتر طارق رشاد ٤ : کره کتونکۍ زرين انځور ٥ : پوهنوال � �سول باورياو شمير نور ، خپلي څيړنيزي ليکني او ويناوي اوروي .دوهمه برخه :مشاعره او ټنګ ټکور د استاد خدمتګار سره يو ماښام زيرئ ، زيرئ ، زيرئ الحاج استاد عبدالرحمن رحماني د افغاني موسيقي برلاسۍ استاد او په افغانستان او سيمي کي منلۍ او نامي صوفي د طرب او خرابات يار ، په خپل ښکلي اواز سره زموږ محفل ته وياړ را بخښي . نېټه او مهال د ٢٠٠٧ \\ ميلادي کال د اکتوبرمياشتي ٢٧ \\ اوه ويشتمه نېټه د شنبې ورځ د مازيګر څلور بجې د اړتيا پر وخت لاندي تليفون شميرو سره اړيکي ونيسۍ :00326866555000324956145510032497101683پته : Rue de la fosse,607810 MaffleBelgique"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د الحاج وکیل عبدالجلیل ملنګ د فاتحې خبرتيا", "output": "په جرمنی کی د الحاج وکیل عبدالجلیل ملنګ د فاتحې خبرتياد لوی او بخښونکي خدای په نامه د افغانستان دولسی جرګی د دیارلسمی دوری وکیل ، قومی او ولسی مشر او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری او څارنوال محمد نعیم خان مشر ورور، حاجی عبدالجلیل ملنګ چی په وکیل ملنګ ئی شهرت درلود د خپلی ورپیښی ناروغئ له کبله د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر دمیاشتی په ۲۲ مه نیټه د سهار په یوولسو بجو لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. انا لله و اناالیه راجعوندارواښاد حاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ جنازه د کونړ وﻻيت د خاص کونړ په ولسوالئ کی په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه.د ارواښاد کورنۍ او خپلوان پدی وسیله ټـولـو دوستـانـو ته خـبـر ورکوی ،چی په جرمنی کی د خـدای بخښلی حاجی وکیل عبدالجلیل ملنګ فـاتــحـه د ۲۰۰۹ عيسوي کال د ډسمبر دمیاشتی په اوه ویشتمه ( ۲۷ مه )نېټه د يکشنبې (اتوار) په ورځ د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دريو بجو پورې په لاندینئ پته اخیستل کیږی. د فاتحی ځای: Event PalastMax Planck Straße 9a50354 Hürth bei Kölnwww.eventpalast.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار دکرکټ اتلولي تر لاسه کړه", "output": "احمد لودين هغه سيالۍ چي دري ورځي مخکي په ننګرهار ولايت کي دهيواد د ٢٢ ولايتونو تر منځ په لاره اچول سوي وي نوري پاي ته ورسيدي او کندهار پکښي لمړۍ مقام خپل کړ .دافغانستان د کرکټ بورډ يادي سيالۍ په دوو برخو ويشلي وي چي په اې برخو کي يي ١٤ لوبډلي وي چي په دي برخه کي کندهار هم راغلي وو.چي لمړې لوبه يي د کونړ ولايت څخه وګټل ، دوهمه لوبه يي دپکتيا ولايت څخه وګټل ،دريمه لوبه يي له کوربه ولايت ننګرهار څخه وګټل او پاينل لوبه يي تيره ورځ د ننګرهار داسلامي پوهنتون په انګړکي دلغمان ولايت سره وکړه .د کندهار ولايت دکرکټ بورډ مشر عبدالولي امين په کندهار کي دبينوا دفتر ته وويل چي د لوبي پچه لغمان وګټل چي په پنځويشت اورنو کي يي دنهو لوبغاړو په سوځولو سره ١٤٠ منډي جوړي کړي او کندهار ته يي ١٤١ هدف وټاکى چي کندهار دشپږو لوبغاړو په سوځولو سره ياد هدف په يوه ويشت اورونو کي پوره کړ او په دي سره يي د يادو سياليو لمړى مقام وګاټه .ديادوني وړ ده چي دکندهار اتله لوبډله به ډير ژر کندهار ته راستانه سي . په دي بريا ټول کندهاري اوسيدونکي زيات خوښ دي او دا وياړ د ټول کندهار وياړ بولي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسي جرګې او د مشرانو د جرګې ته سرخلاصي ليک", "output": "د ولسي جرګي او د مشرانو د جرګي لپاره يو سرخلاصي ليکد ولسي جرګي او د مشرانو دجرګي محترمو رئيس صاحبانو او محترمو وکيل صاحبانو اسلام عليکم ورحمت اللۀ وبرکاتهد قدر وړ مشرانو: لکه څرنګه چي هر څوک پدي پوهيږي چي زمونږ په ملک کي تقريباً دري لسيزي په جنګونو او برباديو تيري شوي او د افغانستان ټول خلک لدي څخه متاْثر شول په هر کور او ټبر کي خلک په شهادت ورسيدل، او يا يي د وجود له اعضاؤ څخه يوه برخه کمه شوه يعني معيوب شول، کونډي او يتيمان ور ته پاتي شول او د ټولو افغانانو اقتصادي وضعه له صفر سره برابره شوه. هر څه چي وشول زه په هغي تبصره نه کوم. زما مقصد دخلکو د کار په باره کي دي چي دا اوس زمونږ د ملت زياته برخه خلک يا بيکاره دي او يا په پاکستان، ايران او يا په نورو ملکونو کي خواري او مزدوري کوي. اوهغه افغانان چي له خپلي خاوري څخه دباندي کار کوي ډير دذلت او خوارۍ په دشل کي شپي او ورځي صبا کوي يعني په ډيره کمه اجوره دپرديو دسپکو سپوروامرونو ﻻندي کار کوي او د خپل فاميل لپاره يو څه پيدا کوي، خو بر عکس هغه خارجي کارګران چي زمونږ ملک ته د مزدورۍ لپاره راځی ډير په قدر او عزت سره دلته کار کوي ډير لوړ معاشونه اخلي او حتيِ تر کوره د ﻻري خرڅ هم ورکول کيږي. مثلاُ ږمونږ افغانان ورونه پاکستان او ايران ته په زياته پيمانه د کار لپاره روان دي او هلته کار کوي يو عادي مزدور ته د ورځي سل(100) او يا يوسل او شل (120) روپۍ چي دوي امريکايي ډالر تري جوړيږي ورکوي او يو فني کارګر ته د پنځو (5) امريکايي ډالرو څخه هيڅ څوک زياتي پيسي نه ورکوي چي يوافغان هم په باندني ملک کي د 150 امريکايي ډالرو څخه په مياشت کي زياتي پيسي نشي پيداکولي حال داچي په افغانستان کي يو پاکستاني، ايراني، ترکي، هندي، فليپيني او ياد نورو ملکونو کارګران هر يو په مياشت کي له 600 څخه نيولي تر 1200 امريکايي ډالرو پوري معاشونه اخلي. زمونږ تعليم يافته خلک چي په افغانستان کي د خارجي موسسو سره کار کوي هغه خلک چي ماستري او يا دکتورا ولري په مياشت کي تر 2500 ډالرو څخه زيات معاش نشي اخستلي او د نورو افغانانو معاشونه خو د 300 او 700 امريکايي ډالرو تر منځه دي خو يو عادي خارجي چي يواځي خط ليکلي شي او کمپيوټر يي ذده کړي وي نو دهغه معاش به د 7000 امريکايي ډالرو څخه تر 20000 او يا لدي زيات امريکايي ډالر وي.هغه نور فسادونه چي دوي (خارجيانو) را منځته کړيدي هغه خو بل جنجال دي.او زمونږ خواخوږي مشران هم په افتخار سره واي چي مونږ مسلکي خلک نلرو نو ځکه بايد خارجيان کار وکړي او زمونږ خپل ورونه بايد چي وﻻړ شي او د پنجابيانو او ايرانيانو او يا د نورو مزدوري وکړي.نو د مشرانو جرګي او د ولسي جرګي محترمو استازو او د دي خوار او بيچاره ولس نماينده ګانو څرنګه چي دغه غريب او بيچاره ولس تاسو ته خپلي راي درکړيدي او تاسي يي خپل وکيلان کړي ياست هغه ددي لپاره چي تاسي ددوي غم وخورۍ او تاسي اوس ددي ملک مقننه قوه په ﻻس کي لرۍ نو د خداي په خاطر ددي غريب او بيچاره ملت غم وخورۍ او شپه او ورځ ددي ملت لپاره کار وکړۍ ترڅو دي خلکو ته کار پيدا کړۍ او کوشش وکړۍ چي دا غريب او بيچاره ولس مو له مصيبتونو او کړاوونو څخه دروشنايي په طرف روان کړۍ. بريالي اوسۍ.ستاسي خادم محمد اسرارله جلال اباد څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسورت اخلاص تفسیر", "output": "عم (۳۰) &nb; sp; � � &n; bsp; الاخلاص(۱۱۲)سورة الاخلاص مکیة وهی اربع( ۴ ) آیات وفیها رکوع واحد( ۱) رقم تلاوتها (� �۱۲) تسلسلها حسب النزول (۲۲) نزلت بعد سورة (( الناس ))د (( اخلاص)) سورت مکی دی (۴) آیته ( ۱) رکوع لری په ت� �اوت کی (۱۱۲) په نزول کی (۲۲)دوویشتم سورت دی وروسته د ( الناس) له سورت څخه نازل سویدی . بِسٌمِ ال� �هِ الرَّحٌمَنِ الرَّحِیٌمِ شروع کوم په نامه د الله چی ډیر زیات مهربان پوره رحم لرونکی دی دسورت اخ� �اص دنازیلیدو برکت اوبیان : په مسند احمد کی راغلی دی چی مشرکینو د محمـــد (ص) څخه پوښتنه وکړل ،چی خپل د� �ب اوصاف راته بیان که ، نو هغه وو چی دغه سورت نـازل سوو ، اول دصمــد ژباړه چی نه دچاڅخه پیداسوۍ او نه دده څ خه څوک پیداسوۍ دی، نو که یو څوک دچا څخه پیدا سی هغه هروخت چی وی مری او بل هغه خپل وارث لری ،همدغه سی نه د ا� �له تعالی په رقم څوک سته ا و نه دده مثال سته ، نولدی کبله الله عزوجـل نه مری اونه وارث لری د ابو یعلی په کتاب کی راغلی دی چی ،رسول الله (ص) فرمائلی دی چی هر څوک دخپل ایمــان سره دغه دری (۳) کاره وکی هغه وجنت ته دهر ور لخوا چی وغواړی ننوتلای سی او دهــــری هوری سره چی نکاح وغواړی کولای سی ، څوک چی خپل قاتل معاف کی ، او خپل پټ قرضونه اداکی او دهر فرض لمانځه وروسته لس (۱۰) واره( قُلْ هُوْ اللهُ اَ حَدّ )سورت ووائی ، نو حضــرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالـی عنه پوښتنه ځنی وکړل چی یا رسول الله (ص) که څوک ددغه دریو (۳) شیانو څخه یوشی وکی څه اجر لری ، نو محمد(ص) وفرمائل چی ددغه دریو شیانو څخه یو هم وکی دغه درجه ورکول کیږی ، رســــول صلی الله علیه وسلم فرمائی چی هرشی ؤیوشې ته نسبت لری مګر الله تعالی هیڅ شی ته نسبت نلــری ، رسول (ص) علیه وسلم یو لښکر استولۍ وو چی، بیرته راستانه سول نو خلګو خپل د ډلی دسردار شکایت ورته وکی چی ده په هرلمانځـه کی او دلم انځه په خاتمه کی سورت اخلاص وایه ، محمد (ص) وفرمایل چی پوښتنه ځنی وکی چی ده ولی داسی کول ، نوهغه ورته وویل چی یا رسول الله دغه ســـــورت خو دالله تعالی صفت دی او زماددغه سورت لوستل ډیر خوښ دی، نو رسـول الله (ص) ورته وویل چی الله تعالی هم ستا سره ډیره مینه لری .په صحیح بخاری شریف کی راغلی دی چی محمد (ص) علیه وسلم وخپل اصح ابو ته وفرمايل چی تاسی نه غواړی دشپی لخوا دقــرآن شریف دریمه حصه ووایاست ، نو پر اصحابوداخبره ډیره درنه ولویدل ویل دونده طاقت په چاکی سته چی هرشپه دونده قرآن مجید ووائی ، نو محمد(ص) علیه وسلم ورته وویل � �ُلٌ هُوَ اللهُ اَ حَدّ ده قرآن شریف دریمه حصه ده قُلْ هُوَ اللهُ اَ حَدٌ ( ۱ ) ج اَللهُ الصَّمَدُ ( ۲ ) جووایه (ای محمده دوی ته) شان دادی چی الله یودی ( په ذات اوصفات خپل کی ) الله بی پروا دی ( الله ته هرشی مح تاج دی ).تفسیر : یعنی هغه کسان چی دالله تعالـــی په نسبت پوښتنه کوی چی الله څنګه دی تاسی ورته داسی ووائی چی الله تعالــــی یودی ! او دهغه په ذات کی په هیڅ ډول دتعداد اوتکثر دوه ئیزتوب ځای نسته او نه ئی څوک مشابه لری ، په دی سره د مجوسانو عقیده رد سول چی وائی خــدایان دوه دی .لَمٌ یَلِدٌ هلا وَ � �َمٌ یُوٌ لَدٌ ( ۳ ) لانه ئی دی زیږولی ( هیڅوک ) اونه دی زیږیدلی سوی دی ( له هیچا نه )تفسیر: یعنی نه څوک دده اولاد دی او نه دی دچا اولاد دی ، ددغه سره دهغه عقیدو تردید هــم وسو چی وائی حضرت مسیح علیه السلام یا حضرت عزیر علیـه السلام د الله تعالی زامن دی او یا پریشتو ته دالله تعالی لوڼی وائی ، او همداسی د مسیحانو دغه دعوا غلطه سول چی وائی عیســـی علــیه السلام دالله تعالی زوی دی ولی چی الله تعالی نه د چا څخه زیږیدلی او نه دده څخه څوک زیږیدلی دی .وَ لَمٌ یَکُنٌ لَّهُ کُفُوًا اَحَدٌ ( ۴ ) ع اونسته دغه ( الله ) لره کم سیال هیڅوکتفسیر : نوچی څوک دالله تعالی په رقم نه وی او نه کم ثانی لری بیا ولی دغه بی پروا انســانان دالله تعالی دیووالی څخه منکر دی ، لکه چی دیهـــودانو په کتابونو کی لیکلی دی چی دغیږی په یوه مســــابقی کی یعقوب علیـــه السلام په الله تعالی باندی په غیږ ایستلو کی غالب ســویدی ( العیاذ بالله) انی أسأ � �ک یا الله الواحد الا حد الصمد الذی لم یلد ولم یو لد ولم یکن له کفواً احد ان تغفر لنا ذنوبنا انک انت ا� �غفور الرحیم."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مینی لیونتوب", "output": "مينه کې لوګی مې که کرکې ته مرګی مې کهعقل نه فارغ مې که ع� �ق کې لېونی مې که سترګو ته لېمه مې شه ځان مې شه اوزړه مې شه هر خواته چې ته ته ېې داډول کاته مې شه هر څه نه پردی مې که مينه کې لوګی مې که ويښه مې شه خوب مې شه راشه مينتوب مې شه رګ رګ کې مې وګرځهوينه سړيتوب مې شه نن نه پرونی مې که مينه کې لوګی مې کهيو څاڅکی د نور راکه سور راکه سرور راکه نور څه ته چې نه نه وي داسې سر مغرور راکهسم مې که سړی مې که مينه کې لوګی مې که ومنه ف – ث غريبستا درته ملنګ قريبتانه چې ېې لرې وړي څه به کوي دا نصيب راشه سپېلنی مې که مينه کې لوګی مې که 21. اکتوبر. 2007"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو د الوتکو ضد توغندي تر لاسه کړي", "output": "میرویس جلالزی د امریکې سي ان ان ټلویزیوني چینل خبر ورکړ چې د افغانستان په جنوب کې میشتو طالبانو د چورلکو ضد توغندي تر لاسه کړي دي. دغه توغندي ( زي پي یو) نومیږي چې بیلګې یې د هلمند په ولایت کې لیدل شوي دي. د سي ان ان ټلویزیون په افغانستان کې له م یشتو امریکايي قوماندانانو په نکل خبر ورکړی چې تیره اونۍ یې په هلمند ولایت کې د سیمیزو خلکو په مرسته د طا� �بانو د دغه ډول توغندیو یوه دستګاه له مینځه وړي دي. ایتلاف وایې چې د سیمې خلکو په هلمند کې وروسته تر هغه د طا� �بانو د دغو نویو توغندو په اړه دوي ته اطلاع ورکړه چې یوې ډلي طالبانو دغه توغندي ویشتونکي دستګاه له یوې سیمې بلي سیمې ته په یوه لارۍ کې لیږدوله. دغه توغندي کولای شي چې چورلکي په ډیره دقیقه توګه په نښه او را نسکوري کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محاسن الاسلام (۲۹)برخه دښځودحقوقولړۍ", "output": "محاسن الاسلام (۲۹)برخه دښځودحقوقولړۍعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاتهبسم الله الرحمن الرحيممحترمو مسلمانانو ورڼودمحاسن الاسلام په تيروبرخوکښی داسلام له نظره دښځودارزښت په باب اودارنګه داسلام په مقدس دين کښی د دوئ دحقوقو په هکله ماوتاسی ته بيانونه وکړل دمحاسن الاسلام په دې برخه کښی هم په همدغه ارتباط بيان دوام لری چی په دې شرحه دۍ اول اسلام په هغه شی کښی چی هغه په واقعی ډول دشرافت اودکرامت اودفضيلت اودبهتری معياردۍ دښځی اودنر په منځ کښی په مساوات سره قائل دۍ ، داسلام مقدس دين معيار دفضيلت اودبهتری دانسان تقوا اوپرهيز ګاری بولی پدغه معيارکښی اسلام ښځه اونربې فرقه اوبې تفاوته ګڼړلی دي پدې ډول چی که په ښځه کښی تقوا موجوده وی اوپه نارينه کښی تقوا نه وی نودغه تقواداره ښځه اسلام په دنيا اوپه اخرت کښی بهتره ګڼی تر دغه بې تقوا اوبې عفته نارينه اوکه په نارينه کښی تقوا موجوده وی اوپه ښځه کښی نه وی نوبيا دغه نارينه افضل دی تردغی بې تقواښځی، دالله جل جلاله له دغه مبارک ارشادڅخه چی ،ان اکرمکم عندالله اتقا کم ، ښځه اونر دواړه يوشان برخورداره دي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم يو وخت وخپلی بی بی امی سلمې رضی الله عنها ته وفرمايل چی اۍ امی سلمه په جنت کښی به مسلمانی ښځی دجنت له حورو څخه زياتی حسِینی اوښائسته وی امی سلمې عرض وکړ چی په څه سبب به داډول وی داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په جواب کښی ورته وفرمايل ، بصلاتهن وصيامهن وعبادتهن البس الله وجوههن النور ، روح المعانی صفحه ۱۲۶ جلد۲۷ ،يعنی په دې وجه به دقيامت په ورځ کښی مسلمانی ښځی دجنت له حورو څخه ډيری ښائسته وی چی دجنت حورولمنځونه نه دي کړی روژې يی نه دي نيولی عبادت يی نه دۍ کړئ اومسلمانوښځوپه دنيا کښی لمنځونه کړيدي اوروژې يی نيولی دي اوعبادت يی کړيدی نوپدې وجه به الله پاک دقيامت په ورځ د دوئ ومخوته نور ورواغوندی دوهم اسلام پدې کښی نر اوښځه دواړه مساوی سره ګڼړلی دي چی له هر يوه سره بايد په عدالت اوانصاف سره چلند وکړسی اوپرښځه اونر پردواړوباندی ئې تيرۍ اوظلم کول حرام کړی دۍ اوداسلام له دې قسمه ارشاداتو څخه لکه دغه مبارک حديث ښځه اونر دواړه په مساوی ډول ذې سهمه دي ،حديث دادۍ ، اتق دعوة المظلوم فانه ليس بينها وبين الله حجاب ،بخاری صفحه ۳۳۱ جلد۱ ،يعنی ځان ساته له ښيرا څخه دمظلوم ځکه بېشکه شان دادۍ نسته په منځ کښی دښېرا دمظلوم اوپه منځ کښی دالله جل جلاله هيڅ حجاب اوپرده اومانع يعنی دمظلوم له خولې څخه چی کومه ښېرا راو وتله نوهغه دفعةً دالله جل جلاله په دربار کښی قبوله ده همداسبب دۍ چی يوبزرګ فرمايلی دي بترس ازآه مظلومان که هنګام دعاکردن ، ، ، اجابت ازدرحق بهراستقبال مې آيد سره له دې چی تراسلام له مخه له ښځوسره هيڅ قسم بدسلوکی ظلم اوتيرۍ په اکثروملتونوکښی ظلم نه بلل کېدۍ که به ښځه ژوندۍ په قبرکښی ښخېدله داظلم نه وو که به له ميراث څخه محرومه کېدله داظلم نه وو که به حيوان بلله کېدله اويابه دحيوان په ډول خرڅېدله داظلم نه ګڼل کېدۍ وهکذا اودارنګه دښځی دپاره هيڅ معيار دشرافت اودکرامت په نړئ کښی وجود نه درلودۍ والسلام ومن الله التوفيقپه دې اړه نوربيا."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر کرزى قزاقستان ته لاړ", "output": "د سې شنبې په ورځ غرمه مهال افغان ولسمشر حامد کرزى د قزاقستان هېواد په لوري روان شو ، د دولت د رياست وياند کريم رحيمي خبري رسنيو ته ويلي چې د ولسمشر د سفر اصلي موخه د قزاقستان هېواد د ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې برخه اخېستل دي ،نوموړي دا هم وويل چې له ولسمشر سره د افغان دولت د اطلاعاتو کلتور اود دولت د ملي امنيت سلاکار وزيران ملګري دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زه داغ داغ غرق يم په وينو", "output": "عبدالاحد پيغام _ كابل د۱۳۸۴كال دغويي ۳۱ تقديرزموږ دژوندكاروانونه دغم اودردديوه داسي توردرياب په غاړه اړولي دي چي دڅپو ګوزارونه يي هره شيبه موږ دمرګ غيږي ته بيايي ، موږ دمرګ په سترګوكي ژوندكوو. دتوردرياب د وحشي څپود توپاني كره ږو،اوازونو زموږپه ژوند د وير داسي دردونكي نغمه جاري كړي چي يوه شيبه مو هم دخاموشي اوقراري له ماتم سره يوازي نه پريږدي ددي ويرونكي درياب دتوپاني څپو اوسرګردانوګردابونوله غيږي تل ديوي مرموزي نغمي ږغونه دوير اوماتم له چيغوسره يوځاي زموږترغوږونوپوري رارسيږي چي د ناپايه درد سره په كي داكرښي تكراريږ ي : زه داغ داغ غرق يم په وينو…زه داغ داغ غرق يم په وينو داديوه داغ داغ سپيڅلي روح مقدس اوازونه دي چي ددردپه انتهاكي زموږ دتقدير سندره ږغوي ، دا زموږ دقسمت دسوزه ډكي نغمي هغه دردونكي ږغونه دي چي دزماني په غوږونوكي لا دادي تراوسه ديوه ناكام انجام په توګه دتقديرپه ګوتوږغول كيږي خودزماني په تيريدوسره ددي نغمي دسرونوجوړښت دهيبتناكواوويرونكوتالونوله ترخوزمزموسره ملګري شوي ،اواوس زموږ دقسمت ويرجنه پاڼه تري جوړه شوي ده زموږ خوښي ،خپګان ، وياړونه ، پتمن وختونه ،دبريوشيبي ،حماسي او افساني ټولي دهمدي سازونودويرجنونغمو او دردونكوخيالونوپه خم كي رنګ اخيستي دي زموږهرآغازسپيڅلي دي خوموږ تل ديوه ناكام انجام ملګري وو موږ دمقدس ارمان پرسپيڅلي لارپه مقدسوقدمونوداوراووينوله خونړيوتوپانونوتير شوي يواودستروبريو درباطونوهاخوامودخپلوسپيڅلوارمانونودبريوجشنونه لمانځلي اودبرياليتوب هسكي جنډي مورپولي دي خودحرص اوواك شيطاني جنون زموږ دبريوپه سردداسوسكروټوميخونه وهلي چي زموږ دبريوهسكي جنډي يي له خاوروسره خاوري كړي اوزموږدپرتمونواوبريو ستراو هسك برجونه اوقصرونه يي داسي وران اوويجاړكړي چي بيا يي زموږ په ستړولاسونو اوماتو زړونوكي درغولوتوان نه ليدل كيږي ، له موږ سره بيا زموږ هغه توره نه وي زموږ لاسونه ستړي اوخالي وي ،زموږ زړونه مات اوله كركي ډك وي . موږتل دخپلوبريوپه بيه ځان ته ستري ناكامي ګټلي دي چي بيا نوزموږ دبريونغمي غلي شوي او موږته يوازي دخپلوشرميدونكو ماتو ناكامه افساني اوخاطري پاتي وي . دزوراوظلم په دي لوي ميدان كي چي ز موږ دميليونونوسرښندونكوويني وبهيدلي څه موترلاسه كړل ؟ آيا موږ دوياړلپاره څه شي لرو؟ ايا ددي ميليونونومعصومواوبي ګناه ارزوګانودتالاكولوځواب راسره شته ؟ موږ په څه ووياړو؟؟موږدخپلو بريوسترقصرونه اوهسك برجونه پخپلولاسونونړولي اووران كړي دي ،موږ يوازي دخپل ځان په وړاندي جنګيدلي يو،دخپلي هستي دورانولواتلان يو،موږ خپلي هستي ته اوراچولي دي ،هغوي چي يوازي دځان په وړاندي جنګيږي اودسترواتلوليودعواكوي هغه موږ يو. په دي اوږده اوشرميدونكي ناورين كي چي موږ هريوځان ته اتل اووياړمن وايو،ايا داديوه سپيڅلي ضمير ږغ دي ؟ په رښتيا هم موږ اتلان اوسپيڅلي يو؟ هغوي چي دځان په څير ديوي ستري هستي دسرونودغوڅولووياړلري هغوي سپيڅلي دي ؟ نه هيڅكله نه ، سپيڅلي هغه وو،چي د خپلي ميني په خاطر له خپلي ويني تير شول ،داوراووينود توپانونوپه لاريي دحق اوعدالت داتلانوپه څير منصوري دارونه په ځان ومنل اودخپلوسپيڅلواومعصوموهيلو سره يوځاي له دي فاني دنيا نه وكوچيدل اود نوراولمرابدي چيني ته يي مزل وواهه ، هغوي ستراوسپيڅلي وو،هغوي په ظاهراوباطن ښكلي وو،خوداغ داغ په وينوغرق له موږنه وكوچيدل ،اوموږ يوازي وير ،ماتم اوددوي ديادونوشيون ته پاتي شوو. خدايه څه شول هغه ښكلي ښكلي خلك په ظاهر په باطن سپين سپيڅلي خلك هيڅ خندامي له دي خلكوسره نشي ژړوي مي هغه تللي تللي خلك"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دفتر آمر", "output": "ددفتر آمر لیکوال: ژوندی فراهی ډیر وختونه به دفتر ته تلو � �اتلوکله په دروازه کی ددفتر ګاردځواب کړاوکله به بیا په ډیره چالاکی دفتر ته ننوت اوویل به یی چی زه رئیس پیژنم او تا سوڅه کاره یاست چی زما مخنیوی کوی . اورښتیاتا سو ما نه پیژنی زه یو فعال سیاسی شخص یم. هوکی . � �ښتیا چی رئیس هم ډیر ځله په دی خپلواک دفتر کی حزبی خدمتونه ترسره کول چی موږ پری نه پو هیدو. هغه زموږ سادګی وه خویوه ورځ می کاته چی هغه چا لا که سړی چی بوټونویی یوکال رنګ نه ولیدلی اوپرشنه پوټوڅادرباندی اتلس ۱۸خړی پینی پیوندوی ددفتر آمر مقررشو دده یوه مقرری نه وه ځلویښت مقرری ګانی وی داپه دی مانا چی دکاکا زوی. دم اما زوی. دخاله زوی.دعمه زوی اونور ټوله پرچوکیو کښیناستل هله هله خدای ورکړی وهغه پخوانی رئیس که ځه هم � �ه دی څایه تللی وخو دده سره یی اړیکې خورا ټینګی ساتلی وی او آن دا چی مشرانو یی هم ملا تړ کاوه ددی واریی � �ا وخپلو فعالیتونو ته کش اوګړندیتوب ورکړ یو به یی جذبه وی او لس به یی شړل اویا به ئی خوابدی کول نا پوهان به یی جذبول اوپوهان به یی شړل دا ددی لپاره چی ځوک دده ومخ ته ونه دریږی اودده څای دتل لپاره ځوک ونه نیسی څکه خو دده تحصیلات خورا لږ وه او بل یی له ځوګوندونو سره غړیتوب اواړیکی درلودي هو رښتیاچی له یاده می ونوزی یو څای اوبل څای ئی کورسونه هم ویلی وه بس نو ځه یی که وی ډیر چالا که و په خوله تیز په کار پځ او په پخوا وختوکی دسرو دهیواد چانس هم ترلاسه کړی و یعنی یو نیم بحرنۍ سفرکړی وڅکه وڅینو کسانوته ته صمیمی ملګرۍ اوبا اعتماده شخص وچی هر چیری و دهغوی یار و خوله بده مرغه چی هغوی ته یی هم وفا نه وه کړی ددی واریی په داسی ګوند کښی غړیتوب واخیست چی هرسړی ډیر ژر پکښی و ریاست ته رسیدلایشی څکه خو نوموړی صاحب هم دااوس ډیر ښه څایګۍ لری اوډیر ژر به وی چی دګوند دساده اوبا اعتماده مشرانو له امله دګوند ریاست هم وګټی خو خدای خبر چی په ګوند به ځه وکړی اوګوند به پر ځوڅایه خرځ کړی څکه خوپه هر بانډار او مجلس کی وایی تاسو عام خلک زموږ ځخه ځه غواړی چی وایاست دوی حزبیان دی دوی حزبیان دی موږ دیوی مړی لپاره نن په یوه او سبا په بل ګوند کښی غړیتوب اخلو تا سو هم نه پوهیږی ځانونه ما ړه کړی څانونه سیاست چیری دی خدمت چیری دی بیا په اوس وخت کی هسی هم په هیواد کی ډیر وږې او بیګانه شرمښان ګرڅی نر هغه دی چی څان موړ کړی موټران تعمیرونه شتمني پیداکړی شتمني نو دده له خبرو داسی مالومیږی چی دی وهیچا ته وفا نه کوی څکه دی پر خپل څان بی با وره دی پر خپلو ملګرو بی با وره دی یوازی او یوازی با ور ئی پر ځپل جیب اوپیسو دی او بس"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن او پرون", "output": "د ژړا په وخت کې اوښکې توئېدې پرون له سترګو خو ، قهقه ده چې جګیږی ، نن ژړا سره له خلکود ناموس او عزت نوم نه ، ځارول سرونه ټولودا نومونه لاړل ورک شو� � ، له حیا سره له خلکومیړنتوب او باتوري به تل ، خاصه وه د نرانوخصلتونه شو� � بدل نن ، ه دنیا سره ، له خلکوخوا خوږي په چا کې نشته هره خوا د ځان سودا دهغمخوري ده ورکه شوې له عزا سره ، له خلکومور د زوی په تیغ حلاله،خور د ورور په ګولۍ مړه دهچې آدم (ع) دې نن هیر شوی له حوا سره له خلکوسره ټول دښمن دښمن دي له انسانه لیوه جوړ دیمحبت په اور کې سوځي له وفا سره له خلکودروغ زوال وودایمان تل ، په نظر د هر مومن کېنن ایم ان ده کډه کړې له رښتیا سره له خلکو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چارواكي: د ګرمسېر اوسېدونكي دي ووزي", "output": "د هلمند ولايت امنيه قومندان جنرال نبي جان م� �اخېل وويل د ګرمسېر ولسوالۍ د مفتش او شاوخوا كليو اوسېدونكو ته يې خبر وركړ چي د لنډ وخت لپاره سيمي خوشي كړي.ملاخېل وويل دولت په پام كي لري چي په دغه سيمو كي پراخ تصفيوي عمليات پيل كړي. ګرمسېر ولسوالي تې� �ه اونۍ طالبانو نيولې وه چي پرون يې دولتي چارواكو د بيرته نيولو ادعا وكړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حكومت نور د حقيقت د ويلو زغم نه لري!", "output": "دژورناليستانو حالت په افغانستان كې په خرابيدو دى دافغانستان دمركز كابل نه د ژورناليستانو او د خبري رسنيو د كاركونكو په ضد ترخه راپورونه خپريږي . حكومت نور د حقيقت د ويلو زغم نه لري .د اريانا تلويزون د يوې خپرونې (( حقيقت )) چلونكى محمد نصير فياض دملي امنيت د كسانو د خوا جولاى په اته ويشتمه نيټه نيول شوى دى .نصير احمد فياض د حامدكرزى د حكومت د كابينې د څو تنو غړو په ضد دترخې لهجې د كارولو په تور نيول شوى دى .دبې پولې راپورت� �انو نړيواله ټولنه وايي په ډيموكراتيك سيسټم كې بايد د حكومت وزيران د محاكمه كولو صلاحيت ونلري ،بايد پ� �يښودل شي چې قضايه قوه ورباندې فيصله وكړي چۍ ايا دغه سړى ګناهګار دى كه بېګناه.فياض څو ځلې د انرژۍ او سوداګرۍ د وزيرانو د خوا نه اړ شوى وو چې خپل پروګرام په نيمه كې قطعه كړي .هغه د حكومت نيمګړتياوې په ښكاره ټكو كې بيانولې.دا په افغانستان كې د حكومت د خوا په مسلسل ډول په رسنيو او ژورناليستانو باندې فشار اچول دي چې ددوى دنيمګړتياو او په حكومت كې د اداري فساد په اړه د خلكو شكايتونه خپاره نكړي.فياض لومړنى ژورناليست نه دى ،په دوه زره شپږم كال كې د سفما يا د جنوبي اسيا د رسنيو د خپلواكې ټولنې په وينا په لسګونو ژورنا� �يستان د حكومت د خوا د پښتنو اښتنو او تعقيب لاندې نيول شوي دي .يو شمير وژل شوي دي . په وژل شو و كسانو كې د بي بي سي او د پژواك د خبري اژانس ژورناليست عبدالصمد روحاني وروستۍبيلګه ده چې تر اوسه پورې حكومت د خوا نه دده د وژلو په اړه تحقيقات نه دي په ډاګه شوي.او دا هم نه ده كره شوي چې كوم تحقيقات روان دى كنه . پنځوس ورځې م خكې صمد روحاني په هلمند كې ووژل خو حكومت تر اوسه پوري د نوموړي وژونكي مطبوعاتو ته معرفي نكړل .په لسګونو ژورناليستان د مرګ ، نيولو او امنيتي تعقيب له امله خپلې دندې پريښودې . د سفما په وينا په هلمند ، كندهار ، كابل او هرات كې يو شمير ژورناليستان د تعقيب او ګواښونو له كبله اړ شول چې خپلې وِظيفې پريږدي.په دې ژورنا� �يستانو كې يو دبي بي سي مشهور ژورناليست او راپورتر حنان حبيبزى دى چې د امنيتي ګواښونو او دده ژوند ته دخطر � �ه امله يې خپله دنده پريښې ده .حنان حبيبزى د جنګسالارانو او هغو چارواكو كلك منتقد دى چې په حكومت كې د � �انون نه پورته عمل كوي .ښاغلى حبيبزى چې د طالبانو د رژيم د ړنګيدو نه وروسته د اته كلونو راهيسې د بي بي سي او د رويټرز خبري اژانس سره دافغانستان په شمال كار كاوو او ددرې كلونو راهيسې په كابل كې كار كوي هر وخت د جنګسالارانو او دحكومت مخالفو ځواكونو له خوا تر تعقيب او ګواښونو لاندې راغلى دى .دى د بي بي سي د يو بل ژورناليست صمد روحاني د وژل كيدو نه پس د خپل وژل شوي همكار په دفاع د يو انترنيتي كمپاين مشري كوي او ددنيا په ګوډ ګوډ كې ليكوالان ، ژورناليستان او د مدني او بشري حقونو فعالين تشويقوي چې د عبدالصمد روحاني او په افغانستان كې د ژورناليستانو په دفاع لاس پوري كړي .دحنان حبيبزى د فعاليت په نتيجه كې په لسګونوژورنا� �يستانو ، ليكوالو او نورو په كمپاين كې برخه اخيستي ده او د صمد روحاني د قاتلينو د معلومولو لپاره يې د افغانستان د حكومت نه پاملرنه غندلي ده .حكومت اوس د خبري رسنيو او ژورناليستانو د كارونو زغم دلاسه و� �كړى دى او هسې هم حكومتي چارواكو د افغانانو ترمنځ د اداري فساد ، نا امنيو په مخنيوي او د خلكو د حقونو په دفاع كې د پاتي راتلو او ددوى د بې اغيزې كارونو له كبله خپل محبوبيت له لاسه وركړى دى .افغانان وايي اوس دغه تريخ حقيقت چې هيواد د يو ناورين په لور روان دى او ژورناليستان يې دلايل اوپلټني خپروي ،دچارواكو د � �هر او غوصې سره مخامخ كيږي .داسي معلوميږي چې د افغانستان حكومت اوس دننه ديو ډول بي ثباتۍ او ناكرارۍ سره مخ شوى دى .هغه څه چې د خبري رسنيو د خوا نه خپريږي هغه يې نا ارامه كوي او ددې لپاره چې مطبوعات د ژورناليستانو په ځورولو سره پخپل ځان بوخت وساتي بله موخه نلري .خو دادي ډيره واضحه وي چې دژورناليستانو په ضد دغسې بدچلند د مطبوعاتو په تبصرو كې د حكومت په كارونو د نورو نيوكو او ترخو حقيقتونو د راسپړلو سبب كيږي .حكومت بايد د ژورناليستانو او د بيان د ازادۍ په دفاع راپورته شي ،نه دا چې ژورناليستانو قلم او د بيان ازادي مړه كړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شل رکعته تراویح", "output": "عبدالله ابن عباس رضی الله عنه فرمایي چي بې شکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم به پوره شل رکعته تراویح او وتر کول (ابن ابی شیبه ج ۲ ص ۲۹۴ ) حضرت سائب بن یزید رضی الله عنه فرمایي دعمر رضي الله عنه په خلافت کي به خلکو شل رکعته تراویح کولې (سنن کبری بیهقی ) ابو عبدالرحمن سلمی وایی چی حضرت علی کرم الله وجهه به په روژه کی قاریان راوغوښتل قاری ته به یی حکم وکړ چی شل رکعته تراویح وکړی او بیا به یی دوترو جمع پخپله کوله (مصنف ابن ابی شیبه ) دڅوارلس سوه کلونو راهیسی دټولو علماء کرامو پدی اتفاق دی چي تراویح شل رکعته دي په حرمینو شریفینو کی هم پوره شل رکعته تراویح کیږي او کوم چی دیولس رکعتو روایت دی نو هغه اته رکعته تهجد اودری رکعته وتر دی نه تر وایح ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په زابل کي د طالبانو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلي خبر ورکړل سو", "output": "د زابل ولایت امنیتی چارواکي وايي چې پدې ولایت کي د طالبانواو عسکرو او ایتلاف تر منځ د جګړې په نتیجه کي طالبانو او ملکی خلکو ته م رګ ژوبله اوښتي ده. د زابل د امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ له قوله چي جنګ د ارغنداب په ولسوالۍ کي تیره ورځ وسو، ده وویل چي طالبانو د داخلی او خارجي عسکرو پر ګزمه حمله وکړه. خو د حکومت پلوه ځواکونو ته د هوايي مرستي په رسیدلو سره طالبانو میدان پریښود، ده زیاته کړه چي د ده د اطلاعاتو له مخي په هوايي بریدونو کي دري طالبان مړه او یو ملکي وګړي زخمي سوی خو حکومتي عسکرو ته کوم زیان ندی رسیدلی په زابل کي د مرکزي روغتون یوه مسوول بېنوا ته وویل چي د ارغنداب د جګړي دوه تنه مړه او درې نفره ټپي ملکي وګړي ددوي همدا اوس په � �وغتون کي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف بیا ادعا کوي چي پدغه جنګ کي اوه نفره کورني او امریکایي عسکر وژل سوي خو طالبان زیان نه لري، نوموړي وايي چي دغه جګړه د نصرت په نوم د طالبانو لخوا د پیل سویو عملیاتو ب� �خه ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هر څه یې د پښتو دي", "output": "هر څه یې د پښتو دي لیکوال:میرویس جلالزی ځای:سول سترګي او د زني خال یې د پښتنو دی نوم یې پښتنه ده خیالونه یې، مینه یې، اندیښني یې پښتنې دي خړي، څیري څیري جامې یې د پښتنو دي ویریدلي سترګي، پرې پرې شونډان یې د پښتنو دي خبري، زغم او مات زړه یې له پښتو ده ژړیدلی غږ او پریشاني یې د پښتنو ده هم یې زوکړه او مړینه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بوسنيايي صرب قوماندان لپاره ٣٤ کاله بند", "output": "د بوسنيايي صربيانو د اروپکو يو قوماندان د پخواني يوګوسلاويا په کورنيو جګړو کې د بشريت پر وړاندې د ٧ فقره يي جرمونو په تور په ٣٤ کاله بند محکوم شو. په بوسنيا کې د جنګې جرمونو محکمه ٥٢ کلن گويکو يانکوويچ د فوتشا ښارپر غير پوځي مسلمانانو د جنسي تېري او وژنو په تور ګناه ګار پېژندل شوى دى. فوتشا د بوسنيا په ختيځ کې پروت دى او د هغه بدې پېښې د هېواد د کورنيو جګړو په لړ کې له زيات شهرت څخه برخوردار دى. محکمې گويکو يانکوويچ په ٣٤ کاله بند محکوم کړى دى خو د هغه مدافع وکيلانو ويلي د دغه حکم په پرتله به د استيناف غوښتنه هم وکړي. د ځانګړې محکمې د حکم پر بنسټ نوموړى د بشر پر وړاندې د څه ناڅه ٧ فقرو په جرم تورن شوى دى. هغه ته د نسبت شوي جرمونو له جملې څخه په فوتشا کې د ٧ تنو وژل په ١٩٩٢ کال کې د يوې ١٢ کلنې جلۍ په ګډون پر ٦ ښځو د جنسي تېرى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند په بريتانيا کي پرله پسې (۳) برخه", "output": "د زړونو او فکرونو ګټنه د خلکو د ملاتړ په موخه طالبانو د خپل تېر مهال د بدو ناوړو کارونو مخه نيولې ده.موږ دلته د بهرنيانو شتون نه غواړو. موږ دلته کافر نه غواړو. ايا ته اورې؟ما نه غوښتل له نوموړي عبدالرزاق نومي سړي سره مرکه وکړم. هغه په زوره د ميکروفون مخې ته ودرېد.هغه په لوړ غږ وويل: ټول مسلمانان اوسنی حکومت نه غواړي. خو موږ طالبان هم له نږدي څارو. که هغوی زموږ له خوښې پرته بل څه وکړي، نو په مخ کې به يي ودرېږو. موسې کلای هغه مهال له نورې نړۍ څخه جلا شوه، چې طالبانو د فبرورۍ په مياشت کې د هغې کنترول تر لاسه کړ. حکومت د هغې نيولو ته زړه نه ښه کوي، په داسې حال کې چې په هلمند کې ميشت برتانوي پوځونه يوازې د هغه ولسوالۍ خواوشاته هوايي بمبارۍ کوي. نوموړې ولسوالۍ د (۲۰۰۶) کال د اوړي په وروستيو او د مني په لومړيو کې د ناټو د قوماندې لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) او طالبانو تر منځ د سختو جګړو ډګر و. د همدغه کال په اکتوبر کې د برتانيي تر مشرۍ لاندې پوځونه د ځايي قومي مشرانو سره له يو تړون وروسته له هغه ولسوالۍ څخه ووتل، چې د هغې له مخې بايد طالبان د هغه ولسوالۍ مرکز ته نه وای راغلای. خو نوموړی تړون د (۲۰۰۷) کال د فبرورۍ په مياشت کې هغه مهال مات شو، چې ايساف د يو پياوړي طالب قوماندان ورور په يوې هوايي بمباري کې وواژه. طالبان هغه ولسوالۍ ته راتوی شول. خپل ولسوال او د پوليسو قوماندان يي وګومارل او د شريعت نظام يي نافذ کړ.له هغه وروسته خبريالان نوموړې ولسوالۍ ته نه تلل. د خبريالانو په وړاندې د طالبانو چلن، چې د هغوی رپوټ ورکول يي نه خوښيږي، هرچاته څرګند دی،خو کله چې د موسی کلا د ليدلو په اړه موږ ته د طالبانو بلنه راورسېده، نو سترګې مو پرې نه شوای پټولای.ما له دې خلکو سره مخامخ خبرې وکړې او هڅه مې وکړه چې د هغوی په فکر او احساس ځان پوه کړم،د ځايي طالبانو ولسوال موږ ته وويل، چې هرڅوک د هغوی ملاتړ کوي او هيڅوک د هغوی په وړاندې مقاومت نه کوي،د حقاني په نوم د طالبانو ولسوال موږ ته وويل: موږ ورځ په ورځ د خلکو ملاتړ تر لاسه کوو. له دې امله ولسي خلک د طالبانو ننګه کوي. موږ نه يوازې په هلمند کې، بلکې په ټول افغانستان کې جنګيږو.طالبانو د موسی کلا ولسوالي له جګړې پرته ونيوه. په تېرو نهو مياشتو کې زياتره رپوټونه دا په ګوته کوي، چې ولسي خلک د پخوا په پرتله د بنسټپالانو تر لاس لاندې خوښ دي. هغه مهال چې په سميې کې جنګونه روان و د هغوی کورونه د پرله پسې هوايي بمبارۍ له ګواښ سره مخامخ و. يوې کمزورې او مفسدې ادارې په هغوی حکومت چلولو،د موسی کلا يو سپين ږيري، امرالدين کاکا وويل: هغه مهال چې طالبان راغلل نو امنيت يي ځان سره راوړ. کله چې افغان حکومت دلته و د هيچا پروا يي نه ساتله. د خلکو سم درناوی يي نه کولو. خو طالبان د خلکو د ستونزو په حلولو کې مرسته کوي.ستونزې بيشماره دي. امرالدين وويل، حکومت موسی کلا ولسوالۍ ته هيڅ کار هم نه دی کړی. نوموړی زوړ سړي وغړومبيد: موږ نه اوبه لرو، نه روغتون او نه ښوونځي. يو ليتر تېل (۴۰) افغانۍ بيه لري. خلک په ليرې پرتو سيمو کې خپلې ځمکې د څاګانو په اوبو اوبه کوي. که حکومت غوښتلای چې مرسته وکړي ولې يي د طالبانو تر راتګ دمخه څه نه کول؟ خداې دې زموږ مل شي. موږ ته د چا پروا نه راځي.هغه مهال چې د فبرورۍ په مياشت کې طالبانو خپل بيرغ د موسی کلا په ولسوالۍ ورپولو، نو د خلکو وضعه پسې ناوړه شوه.زياترو خلکو ته هغه شېبې ور په ياد دي، چې طالبان په افغانستان کې واکمن و او خلک به د ږېرو د لنډوالي او يا د ويښتانو د اوږدوالي له امله وهل او ډبول. ښځې په کورونو کې بندې شوې وې. موسيقي، عکس اخيستل او آن پتنګ الوزول منع و،خو اوس طالبانو په ولس باندې دا سخت نظام نه دی تپلی. ښايي ددې لامل دا وي، چې خلکو له مبارزې او تاو تريخوالي پرته د هغوی اصولو ته غاړه ايښې ده او په دې توګه سختو ګامونو پلي کولو ته اړتيا نه ده پاتې شوې.د طالبانو يو چارواکي، چې نوم يي ونه ښود، وويل: ددې ولسوالۍ ټول اوسيدونکي طالبان دي. هغوی کوم رفورم ته اړتيا نه لري. دلته هرڅوک غواړي، چې د طالبانو قانون پلی شي.د (۵۰) جنګياليو مشر، عبدالرحمن زياته کړه: موږ هغسې سخت نه يو، لکه د طالبانو د لومړي نظام پر مهال چې و. کله چې موږ دلته نهه مياشتې وړاندې راغلو، موږ ددې ځای اوسيدونکو ته دوې مياشتې وخت ورکړ، چې ژوند بدل کړي: ږيرې پرېږدي او ويښتان وخريي. موږ ورته وويل، چې موسيقي وانه اوري. ټولو اوسيدونکو زموږ له فشار پرته دا خبره ومنله. اوس دلته ساز او سرود او نور ناروا کارونه نه کيږي. خلک په ودونو کې ساز نه غږوي. که چېرته يي وکړي، نو سزا ويني.د خلکو له خوا د سختو محدوديتونو د منلو يو لامل ښايي دا وي، چې هغوی لا اوس هم د هغو هوايي بمباريو له امله په قهر او غوسه دي، چې د موسی کلا زياتره ځايونه يي په کنډوالو اړولي دي. د يو پخواني ويجاړ شوي جومات په يوې څنډې باندې ما د قاري عبدالحکيم په نوم له يو سړي سره وليدل، چې ډېر خپه او په غوسه معلومېده.هغه وويل: موږ دلته هيچاته د بيارغاونې په نوم د راتګ اجازه نه ورکوو. دا جومات وګورئ. اوس موږ له پنا پرته په لوڅه ځمکه لمونځونه کوو. آيا دې ته بيارغاونه وايي، چې هغوی د خدای کور ويجاړوي؟ زموږ دا راز بيارغاونه په کار نه ده. دا د جګړې يوه بله بڼه ده.اوسمهال په موسی کلا کې ډېرې پيسې دي، چې له نيشه يي توکو څخه لاس ته راځي. په ولسوالۍ کې يو آزاد بازار دی، چې د اپينو پېر او پلور په کې کيږي. د هغې تريخ بوی له ورايه د سړي سپېږمو ته راځي.ما د بازار په منځ کې دوه تنه وليدل، چې څلور کيلوګرامه داپينو ډكې خلطي يي په خپل لنډ کروزر موټر کې اچولې. دهغوی له ډلې څخه يو تن، چې نوم يي ونه ښود، وويل: د موسی کلا خلک له اپينو څخه پرته بل څه کار کولای شي؟ دلته بل څه نه شته. د اپينو کار وبار يوازينۍ فعاليت دی، چې د خلکو اقتصادي حالت يي يو څه ښه کړی دی. خلک ډېر بېوزلي دي. خو ددې کاروبار له امله به په يو څو کلونو کې بډای شي.د پيسو لاسته راوړنې سوداګر دې ته مينه وال کړي دي، چې خپل ټول مالونه په نوي نيشه يي توکو باندې بدل کړي. د ګرشک د ولسوالۍ يو اوسيدونکي، چې نه يي غوښتل خپل نوم ووايي، وويل هغه د ګرځنده تليفونونو کاروبار موسی کلا ولسوالۍ ته رالېږدولی دی، ځکه دلته ډېرې پيسې ګټلای شي.هغه وويل: زه دلته دوه هومره پيسې ګټم. په ګرشک کې ما ګران بيه تليفونونه، چې له 5000 افغانيو څخه زياته بيه لري، نه شو پلورلای. خو په موسی کلا کې هره ورځ د لسو زرو افغانيو په بيه زيات تليفونونه پلورلای شم.په موسی کلا کې د موټرسايکلونو او په بازار کې د شورماشور له امله له خلکو سره د مرکو کول ګران و. ما په سختۍ له خلکو څخه د هغوی د ستونزو په هکله پوښتنې کولای شوې. هر يو ماته په ډېر زير کتل.د سرفراز په نوم يو سړی د مرکې لپاره حاضر شو. هغه وويل: موږ له بهرنيانو څخه له بمونو پرته نوره مرسته نه ده ليدلې. ما يوه هټۍ لرله، چې د درېو مليونو کلدارو (پاکستانۍ روپيو) په اندازه يي بيه لرله. هغه په بمباريو کې له منځه لاړه. زما په ګاونډ کې د يو نيم - دوو ميليونو کلدارو په اندازه هټۍ وې، چې هغه هم ورانې شوې.ولسوال، حقاني ددې خبرې پخلی وکړ.هغه وويل: ځايي خلک له اوسنيو طالبانو څخه خوښ دي، ځکه په هغوی بهرنيو پوځونو او افغان حکومت ظلمونه کړي دي. زموږ د بري تر شا يو لامل دادی، چې عادي خلکو زموږ په ملاتړ کولو پيل کړی دی. موږ بهرنۍ مرستې تر لاسه کړي نه دي.حقاني ماته وويل چې د موسی کلا وضعه اوس ټينګه شوې او امنيت ښه شوی دی.هغه وويل: موږ يوه فعاله محکمه او يو قاضي لرو. که چا يو جرم وکړو، نو سزا ورکوو. که چا غلا وکړه، نو لاس يي پرې کيږي. قاتلان قصاصيږي. (له هغې پرته چې د مقتول کورنۍ يي وبښي.) تر اوسه مو د غلا کومه پېښه نه ده لېدلې. که ويي ګورو، نو غل ته به له هغې سره سم سزا ورکړ شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امریکا په افغانستان کې طالبانو ته سیاسې نمایندګي جوړوي", "output": "امریکا په افغانستان کې طالبانو ته د یوې رسمي سیاسي نمایندګي په جوړولو غور کوي تر څو طالبان وکولای شي چې د دې نمایندګې له لارې په افغانستان کې فعالیت وکړې. دغه خبره د انګلستان ابزرور ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې له یوه � �وړ پوړي امریکاي چارواکي په نکل خپره کړي ده. ورځپاڼي په افغانستان کې د امریکې له لري کړای � �وي سفیر ویلیم ووډ څخه په نکل لیکلي چې په افغانستان کې طالبانو ته د سیاسي نمایندګۍ جوړول د افغانستان لپاره د امریکې د نوي ستراتیژۍ یوه برخه ده چې په مټ یې په هیواد کې روان تاوتریخوالی کموالی موندلای شي. ښاغ� �ی ووډ ورځپاڼي ته ویلي چې هر ډول جنګونه ..... هغه وخت خطمیدلای شي چې یوه توافق وشي او په داسي حال کې چې امریکا د سولې خبرې غواړي نو دا لازمي ده چې یوه کوټه یا اطاق وي چې پکې طالبان را غونډ شي او د سیاسي مذاکراتو پر سر او همد راز په ټاکنو کې د خپل ګډون او نه ګډون په اړه خبري وکړي. ښاغلي ووډ وړاندي ویلي چې دا مفکوره هم م وجوده ده چې د افغانستان د اساسي قانون په ځینو برخو کې بدلون امکان لري او دا امکان هم لري نه دی چې د طا� �بانو د یو شمیر مشرانو نومونه د ملګروملتونو له تور لست څخه لري کړای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د حامد کرزي او ډاکټرعبدالله پلویانو په ولسي جرګه کې یو پر بل ګزارونه وکړل", "output": "د حامد کرزي او ډاکټرعبدالله پلویانو په ولسي جرګه کې یو پر بل ګزارونه وکړلمیرویس جلالزي د ډاکټرعبدالله عبدالله او حامد کرزي پلویانو وکیلانو نن په ولسې جرګه کې یو پر بل لومړی لفظي ګزارونه وکړل او وروسته ژبنی اخ او ډب په فزیکې هغه واوښت. ټاکل شوې وه چې نن به په ولسې جرګه کې د بیارغاونې په یو شمیر سترو پروژو خبري کیدې خو د غونډي اجندا وروسته تر هغه بدله شوه چې یو شمیر عبدالله پلویو وکیلانو د انتخاباتو دکمیسیون هغه پریکړه بي اساسه وبلله چې ولسمشر کرزی یې د دوشنبې په ورځ د یوې بلې پینځه کلني دورې لپاره ولسمشر وټاکل. په ولسې جرګه کې وکیلې نجیبې شریف د انتخاباتو کمیسیون یو داسي کمیسیون په ګوتو کړ چې د حامد کرزي پلوي کوي.آغلې شریف وویل چې د حامد کرزي یو شمیر حقوق پوهانو پلویانو په تیرو دریو میاشتو کې په ډيرو مواردو کې قانون د کرزی په پلوۍ تفسیر کړی او له همدې امله د انتخاباتو کمیسیون هم حامد کرزی د انتخاباتو ګټونکی اعلام کړی وو. میرمن شریف د اعتراض په توګه غونډه پریښوده او ویویل چې دا د ملت استازي ده او د دغې سترې بې قانونۍ په برخه کې خپلو موکیلینو ته هیڅ ځواب نه لري. په ولسې جرګه کې د بغلان ولایت وکیلې او د حامد کرزي د انتخاباتي کمپاین د بغلان د ولایت مرستیالې شکریې عیسی خیل بیا د حامد کرزي ننګه وکړه او زیاته یې کړه چې حامد کرزی یو ملي شخصیت دی او دا او د هغې ټول موکلین یې ملاتړ کوي. میرمن عیسی خیل د عبدالله پلوي وکیلان په قانون باندي په ناخبرۍ تورن کړل اوزیاته یې کړه چې هغوي د قانون ټیکه داران نه دي چې هر څه وایې هغه به ولس ورسره مني."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ملي شورا پلاوۍ امريکاته روان شو .", "output": "د مشرانو جرګې لمړۍ مرستيال حامد ګيلاني او دولسي جرګې دويمه مرستياله فوزيه کوفي د امريکا د ولسمشر جورج بوش په بلنه د هغه هېواد په لور روان شول .دوى به په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې دبوش د کلنۍ وينا د اوريد په موخه هرکال په امريکا کې جوړيږي. همداشان دولسي او مشرانو جرګو مشران لندن ته تللي ترڅو د لندن په ناسته کې کډون وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "خوږې خوږې اشنالکه شکرې دې خبرېراووري مې په زړه باندې خبرې دې خبرېنن بيادې جوړې خپل حسن له سره دی کتلینن اور مه ز ماله فکره لرې دې خبر ېدکلي اومهلت دتربورسترګه درنه سوزيڅه تکې تکې سپينې اوڅه نرې دې خبرېدادغومره مې صبردچانیازواو لحاظ ورقیبه نورې وړای نشم کمرې دې خبرېاحساس دې درقيب لکه دباز په هواګرځيخدای مکړه چرې ونکړي وزرې دې خبرېحېران يم چې دکلي خلکوزړونه ولې نه چويخندا د ې لکه تندرا وترې بر ې د ې خبر ې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوو نورو افغانانو هم لومړي مقامونه خپل كړل", "output": "د عبدالرحمان او تيمور تر منځ توپير په دې كي دى چي هغه د يوولسمو ټولګيو په كټګوري كي او عبدالرحمان د لسمو ټولګيو په كټګوري كي سيالي ته راوتلي وه. چي دواړو په خپل وار سره د افغانستان نوم او بيرغ ځلانده كړ محمدعمر واحديار/كندهار تركيه هغه هيواد دى چي د افغانستان په ګډون يې د نړۍ په څه باندي ۸۰ اتياهيوادونو كي پر تركي معياربرابر ښوونځى جوړ كړي دي.تركانو د افغانستان په څلورو ولايتونو كابل، كندهار، مزار او شبرغان كي د افغاني زده كوونكو لپاره ښوونځى جوړكړي دي. د دې ښوونځيو د عصري علومو ډېرى استادان خپله تركان دي، چي لګښت يې هم تركيه وركوي. تركان كه څه هم دلته له افغاني درسي نصاب څخه كار اخلي، خو هركله چي د ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ كومه سيالي ترسره سوې ده د دولتي ښوونځيو د زده كوونكو په پرتله د افغان ترك د زده كوونكو پوهنيزه وړتيا لوړه وي. ښايي لامل يې د تركي استادانو ښه ښوونه وي. په تركيه كي هركال د نړۍ د ټولو تركي ښوونځيو د زده كوونكو ترمنځ سيالي كېږي، چي سږكال د جون له نهمي څخه تر اووه لسمي پوري د نړۍ د ۸۴ څلور اتيا هيوادونو د زده كوونكو ترمنځ ترسره سوې. دا سيالۍ د تركيې په استانبول ښار كي وې.شپاړس كلن عبدالرحمان فيضي د كندهار د شاه ح سين هوتك (افغان ترك)ښوونځى د لسم ټولګۍ زده كوونكى دى چي ديو څلوېښتو كسانو له منځه يې د تركي ژبي په سيالۍ كي � �ومړى مقام وگاټه او د سرو زرو په مډال ووياړل سو. عبدالرحمان وايي چي هلته زده كوونكي پر دوو ډلو وېشل كېږي، يو ترك نژاده زده كوونكي او بل هغه زده كوونكي دي چي له تركانو سره كوم نژادي اړيكى نه لري. ترك نژاده زده كوونكي د تركمنستان، تاجكستان، ازبكستان، قرغستان او . . . . . . . . هيوادونو دي چي افغان ازبك، تركمن او تاجك زده كوونكي هم د هغوى په كټګوري كي شمېرل كېږي. د ده په وينا هغوى ته بيا د تركي ژبي زدكړه نسبت غير ترك نژادو ته اسانه وي.دا چي عبدالرحمان پښتون دى او د ترك نژادو له منځه يې لومړى مقام خپل كړ، دا يې بل برياليتوب ګڼ� �اى سو. دى وايي چي د تيمور احمدى په نامه يو بل افغان چي د مزار شريف اوسېدونكى دى او په خټه ازبك دى، (ترك نژاده دى) هم يې لومړى مقام ترلاسه كړ. خو د عبدالرحمان او تيمور تر منځ توپير په دې كي دى چي هغه د يوولسمو ټولګيو په كټګوري كي او عبدالرحمان د لسمو ټولګيو په كټګوري كي سيالي ته راوتلي وه. چي دواړو په خپل وار سره د افغانستان نوم او بيرغ ځلانده كړ.د عبدالرحمان فيضي او تېمور احمدي برى په داسي حال كى دى چي تر دوى څو مياشتي وړاندي دوو نورو افغانانو اسراراحمد كريمزي د كمپيوټر د پروګرام جوړولو په برخه كي او د كندهار د افغان ترك ښوونځي يو بل تنكي زده كوونكي حبيب الهى د الجبر(رياضي) په علم كي لومړي مقامونه خپل كړه او د سرو زرو له مډالونو سره خپل هيواد ته راغلل. سږ كال كه څه هم د تېرو څلورو كالو په پرتله په هيواد كي نا امني ډېره سوې ده، په و� �ايتونو كي د نورو دولتي تاسيساتو تر څنګ د دولت د مخالفينو له خوا په يوه او بله بهانه خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر د ښوونځيو سوځولو ته هم ملاوي تړل سوي دي، زده كوونكي او ښوونكي په مرګ ګواښل كېږي، ښوونځى ورانېږي، آن كتابتونونه او په هغو كي قرآن شريفونه هم سوځل كېږي. خو له دې ټولو ستونزو سره_سره بيا هم افغان زده كوونكي نهيلي نه دي، سږكال افغان ځوانان د علم او پوهي پر ډګر په نړيواله كچه وځلېدل او دا يې نړۍ ته په زبات ورسوله چي د ښوونځيو سوځول د افغانانو كار نه بلكي د دوى د دښمنانو كار دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوريځه", "output": "ملګرو ځو به وړاندي ځان به شاته نه پرېږدو د نن کار به په ګډه و سبا ته نه پرېږدو پريکړي به د خپل راتلونکي و کاندو پخپله اختيار د ژوندانۀ به و بل چاته نه پرېږدو ٢٠٠٤ م کال، چمن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قربانيان", "output": "د پل خشتي جامع مسجد په ختيځه دروازه كې مې ځاى نيولى و. هر سهار به وخته دلته راغلم، خپل زوړ او پيوندي څادر به مې چي د ډيرو خيرو لـه لاسه يې سپين رنګ تور اوښتى و په مځكه اواركړ چكسونه به مې لـه تخرګونو نه ليرې كړل د څادر په څنډه به مې كيښودل، بيا به مې خپله مصنوعي (ساختګي) پښه ووېسته لـه چكسونو سره به مې جوخته كېښوده. پېنښڅه به مې ترورانه رابډوهله. د ورانه لـه پاسه به مې د خپلې غوڅې شوې پښې د ټپونو نښې او خاپونه خلكو ته واسطه كول او د روپۍ دوه وسوال به مې ترې كاوه، د خپل خيرن څادر لـه پاره به مې لومړى خپله دوه، درې افغانۍ كېښودې ځكه چې دې كار د خلكو د پام په را اړولو كې راسره مرسته كوله. ددې ځاى ښېګڼه دا وه چې دلته بيروبار ډېر وو، وچه ډوډۍ هم ارزانه پيدا كېده. كله به چې دلته سوالګر كوچنيان نه وو، نو د خلكو توجه به موږ ته وه. خو چې ښځو او كوچنيانو به ژړا او كوكې پېل كړې نو بيا د چا پام مونږ ته نه وو ټولو به د خپل جيب خيرې او د بچيانو د سر خيرات هماغوى ته وركاوه.يوه ورځ يو بل معيوب چې د څليرويشت يا پنځه ويشت كالو به و په دواړو سترګو ړوند، د مخ نيمه برخه يې سوزېدلې، پر چويي د پوزې لـه نيمې برخې سره نيمه زنه هم وړې وه، يو لاس يې لـه څنګل او بل يې لـه بيخه غوڅ وو هم راغى. هغه كوچنى چې دده لارښود و او دى به يې لـه لمنې نيولى ګرځاوه ورته وويل چې: همى جاى است ده امى بغل بشى ده هم شا دېوال او مخ د خلكو لارې ته كړ همدا چې د ناستې تابيا يي وكړه او لا ځمكې ته رسيدلى نه و د نورو سوالګرو او په ځانګړي ډول د ښځو لـه احتجاج او غالمغال سره مخ شو برو ګم شو تو از كجا امدي، ايجه به ما كس يك قيران نميته، تو ام امدي ديګه جا يا سرت قات بود، ايجه خو جاى ام كم اس. اگه تو بشينى جاى دېم تڼ ميشه باز ما را م هى ميكنه. خو ده په ډېره سړه سينه ځواب وركاوه خير اس وارخطا نشو هر كس نصيب خوده ميخوره، كجا برم… ښځو كه هر څومره غالمغال وكړ خو دده مجبوريت پرې زور ور وو.هملته كښيناست. زما پرې زړه وسوځېد د بيچاه حال تر موږ ټولودلته زموږ غريبي نه كېده په ټولـه ورځ كې به مو ايله لس پنځلس روپۍ پيدا كولې هغه هم داسې چې كله به څوك جومات ته ننوت او بوټان به يې په دروازه كې پرېښودل نو موږ به لـه دې فرصت څخه ګټه واخسته، د هغه بوټان به مو د خپل څادر په پيڅكه پاك كړل، ګردونه به مو ترې وڅنډل، ځان سره به مونږ دې كيښودل او د بوټانو خاوند ته به مو داتاثر ور كاوه چې بوټان يې ورته موږ ساتلي كه نه … هغه به بيا لـه شرمه هم يوه روپۍ راخطا كړه. دلته نور، كور خو پرېږده اّن چې زموږ د ګېډې كار هم نه كېده، هره ورځ به مو لس روپۍ پوليسانو ته هم وركولې چې لـه دې ځاى څخه مو ونه شړي. زما خواته نوي معيوب راته وويل چې وامې ورېدل لـه معيوبينو او يتيمانو سره د مرستې دفتر لـه دوى سره مرسته كوي، دفتر يې شهر نو كې دى زه خو په دواړو سترګو ړوند يم راځه چې دواړه يو ځاى ورشو ګوندې څه مرسته راسره وكړي. ما چې دا مې څوومه ورځ وه كورته وچه ډوډۍ هم نه وه وړې دا خبره ځانته زيرى وباله دستي سوچ واخستم په څو دقيقو كې شهرنو ته ورسېدم. د مرستې دا دفتر مې په ډېرې اسانۍ پيدا كړ، عريضه مې وركړه هغوى پر ما ډېر زړه سوى او زما د غوڅې پښې او ځوانۍ په ليدلو ډېر خفګان او افسوس څرګند كړ. سمدستي يې ماته دوه بورۍ وړه، درې دوه نيم مني ټيمه غوړي، دوه منه لوبيا او صابون راكړل، كراچۍ مې ورته ونيوله، د كور په منځ كې مې وغورځول، نږدې وو لـه ډيرې خوشحالۍ سكته وكړم، خپلې ميرمن ته مې لـه دروازې ورغږ كړ: نن به ښه ډېر وړه لمدوې، ټول كوچنيان به په ډوډۍ او لوبيا مړوې، نن به كوچنيان وږي نه ويده كوې. لـه همدې سره دده بل غږ زما د سوچونو تناب وشكوه: څنګه زما لـه خبرې سره موافق يې كه نه؟.سبا د پل خشتي په دروازه كې سره يو ځاى شو او لـه دې ځايه مو د شهرنو په لور حركت پيل كړ. ټوله ورځ مو د شهرنو كوڅې ګز او ګام كړې. خو چا د دفتر درك راونه ښود. سبا مو بيا خپل هدف ته مخه كړه لـه ډېرو پوښتنو وروسته مو دفتر پيدا كړ. د دفتر اداري مدير راڅخه عريضې واخستې او د دفتر رئيس ته يې وروړې. رئئس سبا ته وروغوښتو، سبا په ټاكلي وخت ورغللو. رئيس قلم راواخست لومړى زما د معيوب ملګري مخ ته كښناست او پوښتې يې ترې پيل كړې.- - نوم دې څه شى دى؟- سردار اغا.- د چا زوى يې؟- د نسيم خان.- د كوم ځاى يې؟- د پروان ولايت د جبل السراج د ولسوالۍ دده پايان د كلي.- كله معيوب شوې؟- پنځه كاله وړاندې.- قوماندان دې درسره مرسته نه كوي؟- نه كله چې زخمي شوم او روغتون ته يې ويوړم، بيا مې تر نن پورې ونه ليد يوه روپۍ يې راته ګوشت خوګ. خبر يم چې ښه يې ساعت تير او كش و فش يې برابر دى درې كروزينه او درې څلور ډاډټسنې لـه باډۍ كارډانو ډكې ورپسې ګرځي.- ښه د ټپي كېدلو كيسه دې راته ونه كړه، چېرې او څنګه ټپي شوې؟ - پنځه كاله وړاندې چې طالبان شمالي ته راننوتل نو په چيكل كې مو د جګړې لومړۍ كرښه وه، زه د ګروپ قوماندان وم. موږ د طالبانو د چريك لـه ويرې د خپلې پوستې شا وخوا بمونه ښخ كړي وو. كله كله به هغوى پكې چيركي حملې كولې، كله موږ ورته كمين نيوه او كله بيا موږ حملې كولې او هغوى به .... كله سردار اّغا خپله كيسه رئيس ته كوله نو زما پدن ورو – ورو ميږي ميږي كېده، لـه مبهم اضطراب سره مخ شوم، په ډېر تلوار او ناكراري مې د كيسي د پاتې برخې د اورېدلو هيله لرله.)) يوه شپه چې هغوى ښه مخ ته راغلي وو موږ ورته په كمين كې په دې هيله ځان غلى كړى وو چې ټول ژوندي ونيسو، ځكه د ژونديو اسيرانو بيه تر مړو ډېره لوړه وه. د هر اسير په سر به يې كورنۍ لـه پنځه زره لكه افغانى نيولى اّن تر شل او دېرش زره لكو افغانۍ راكولې خو مړي به بيا زر دوه زرو لكو پورته نه خرڅېدل. كله چې هغوى بېرته ستنېدل نو موږ پرې ناتاره ډزې پېل كړې. د مرميو او اور لـه كبله فضا سپين پړق شوه ډېر طالبان مو ووژل، ډېر مو ژوندي ونيول. كله چې لـه جګړې وروسته خپل مركز ته نږدې شو، ناڅاپه د ماينونو لـه كتار سره مخ شو. په لږه شېبه كې زموږ ډېر ملګري هم والوتل، د ماينونو ډيرې پارچې پر ما هم برابرې شوې او بيا شپږ مه ورځ پوه شوم چې په روغتون كې يم.كله چې سردار اغا كيسه ختمه كړه نو ماته تيروختونه سترګو ته ودرېدل. ټوله صحنه مې د ذهن په سكرين كې تيره شوه، لكه د كوم فلم ستورى چې په كوم فلم كې كار كړى وي او بيا هماغه فلم د سينما په پرده ګوري، ځان رانه هم ډېر ظالم او هم ډېر مظلوم ښكاره شو، وجدان مې د سردار اغا د ړندو سترګو او غوڅو لاسونو د مظلوميت د پړې د منلو او نه منلو په كشمكش كې وو چې رئيس راباندې غږ كړ: ښه ځوانه ستا نوم څه شى دى؟ د پلار نوم دې څه شى دى...)) ما هم ځوابونه وركړل خو كله يې چې وپوښتلم كله او چيرې ټپي شوى يې؟ نو هك پك پاتې شوم چې څه ځواب وركړم. رئيس زما هيښتيا حس كړه بيا يې وويل: ته هېڅ پروامه كوه دا يوه بې پلوه او بهرنۍ موسسه ده، ټولو معيوبينو ته په يوه سترګه ګوري، د چا لـه تنظيم او ځاى سره كار نه لري نه بالكل ډاډه اوسه.)) خو زما ستونزه د تنظيم رسوا كېدل يا د نيولو ويره نه وه زه سردار اغا ته ځورېدم. رئيس ته يې ويل، صاحبه د سردار اغا كيسه خو دې واورېده. همدا زما كيسه هم ده. خو زه لـه طالبانو سره وم موږ په همدې شپه لاړو د دوى د پوستو د شا وخوا هغه ماينونه مو چې دوى موږ ته ايښي وو د هغوې نقشې لـه مخې چې د دوى يو تن ملګري پر موږ پلورلې وه وويستل او په نورو هغو ځايونو كې موږ ښخ كړل چې د دوى تګ را تګ پرې وو څه مو نور هم ورسره اضافه كړل. كله چې بيرته خپل سنګر ته ستنېدلو نو د دوى په كمين واوښتو زه د دوى د پيكا د مرميو ښكار شوم اوس مې خيټې او د بدن نور ټپونه ښه دي خو پښه مې په خپله وينې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمځکی بیا ابادول – Land Reclamation", "output": "دمځکی بیا ابادول – Land Reclamation دیپلوم انجینر محمد حق نیکزاددکرهڼي په سکتور کي مځکه نه یوازي د تو� �ید یوه مهمه وسیله ده ،بلکه د انسانانو د ژوندانه د نورو شرایطو دبرابرولو دپاره( خوراک ، پوښاک او استوګنځای) هم لمړی درجه اهمیت لري . افغانستان چی یو کړهڼیز هیواد دی او د وګړو اکثره خلګ یی(په س� �وکی ۸۵) په کرهڼیزو چارو کی بوخت دي اود ملي عوایدو څه دپاسه ( په سلوکي ۷۵) د دغه سکتور څخه لاس ته راځي .نوپه عمومي توګه دا حقیقت څرګندولای سو چي د ملي اقتصاد د بنسټ ډبره هم دغه د کرهڼي سکتور دی او بیا په خاصه توګه د مځکي څخه د ګټي اخیستلو څرنګوالی دی . سره ددې چي د مځکي د کرلو دپاره ډیر ښه اقلیمي شرایط په طبیعي � �کل سره موجود دي چي په نورو مملکتونو کي دغه ډول شرایط په مصنوعي توګه او په لوړ لګښت سره برابریږي. خو د بده مرغه د یوه واحد تولید اندازه بیحده ډیره ټیټه ده. همدا علت دی چي د کرهڼیزو توکو د کمي او کیفي کموالي په اثر ټوله خلګ د غذایي کمښت په ناروغیو اخته دی. داچي ولي کرهڼیز توکي په کمي او کیفي لحاظ په ډیره ټیټه سطحه کي قرار لري ،ددې علت اوعوامل بیخي ډیر دي . خم یو څو مهم عوامل یې په لاندي توګه په ډیر لنډ تفصیل سره بیانیږي : ۱ - پر مځکه باندي ملکیت : دلته دوه ډوله ملکیتونه وجود لري – عامه ملکیت او خصوصي ملکیت. عامه م� �کیت:دعامه ملکیت په برخه کي دومره وضاحت کفایت کوي چي تر اوسه پوري دې ملکیت ته هیڅ پاملرنه نه ده سوې او حتی لاس ندي ورغلي اوکه چیري کوم ځای ور څخه کار اخیست سوی وي ، هغه به هم په ډیره ټیټه اندازه سره وي ، خو په ډیرو مواردوکي د قدرت لرونکو خلګو د خوا څخه دغه ملکیت غصب سویدی. خصوصی ملکیت: د اوسنی بحث اصلی موضوع همدغه د خصوصي ملکیت څخه ګټه اخیستل دي چي په پوره تفصیل سره به پر دې موضوع باندي رڼا واچوله سي . د مځکي د اماده کولو عصري طریقې .د اوبو لګولو مؤثري طریقېد افاتو او ناروغیو پر ضد مبارزه د کرهڼیزو توکو پروسس ، ذخیره او بازار ته د هغو عرضه کول او داسي نور عوامل . اوس به راسو خپل اصلی بحث ته چي هغه د مځکي بیا ابادول دي .د تاریخ په اوږدو کي د مځکي څخه د ګټي اخیستلو په هکله ډول ډول ملکیتونه راغلي دي تر څو دې اوسني حالت یې اختیار کړیدی . پر مځکه باندي د خصوصي ملکیت شکل او څرنګوالي د عنعنوي دودونو تر اغیزي لاندي دی او په ډیري بیرحمۍ سره مخ په وړاندي ځي او هیڅوک په دې حصه کي هیڅ چرت نه وهي او نه ددې خبری پروا لري . دې عنعنې پر مځکه باندي خصوصي ملکیت و دې سرحد ته رسولی دی چي د حاصل ورکولو خبره یوې خوا ته پریږده حتی اوس په ځینو ځایونو کي د مالک لپاره د یوې کوټې د جوړولو ظرفیت هم نلري . اوس دا پوښتنه را پورته کیږي چي دا څه ډول جریان دی چي مځکه په ډیري چټکتیا سره په دومره وړو وړو ټوټو باندي بدله سویده ؟ ددې موضوع تفصیل داسي دی چي : پ� �ار چي څومره مځله درلوده ،هغه یې و زامنو ته په میراث پاته سوه او هغو پخپل مینځ کی وویشله او تر هغه وروسته د هر یوه مځکه د هغه اولادې ته پاته سوه او دا پروسه په هم دغه ترتیب مخ په وړاندي ولاړه او نور هم مخ په وړاندي ځي او بالاخره داسي وخت به راسی چي یوه کوټه به هم د وړونو تر مینځ ویشله کیږي او په نتیجه کي به يې . . . نو کله چي پر مځکه باندي خصوصي ملکیت و داسي مرحلې ته ورسیږي چي د یوې خوني د جوړیدو ظرفیت ونلري ، د حاصل ورکولو امید خو بیخي له مینځه ځي . په داسي حال کي چي د هري ورځي په تیریدوسره د یوې خوا د خلګو په شمیر کي زیاتوالی راځي ، د بلی خواه د خلګو خواهشات او ضروریتونه مخ پر زیاتیدو دي .نوکله چي د یوې خوا د حاصل ورکولو مځکه د یوې خوا تر ښارونو او ابادیو لاندي راځي او د بلي خوا پاتي برخه په داسي کوچنیو ټوټو باندي اوړي چي د حاصل ور کولو توان له لاسه ورکوي ،نو دغه مخ په زیاتیدو ضروریتونو ته به څه ډول د قناعت وړ جواب وویل سي ؟ ددې سوال جواب ورکولو ته په کار داده چي د اوسنۍ ټولني د عیني واقعیتونه باید په نظر کي و نیول سي او هغه داچي :۱ - د خلګو شمیر مخ پر زیاتیدو دی او مخنیوی یې تر هغه ګران تمامیږي چي د خوراکې غم یې وخوړل سي . ۲ - د ورځي په تیریدو سره خواهشات په کمي او کیفي لحاظ ډیریږي چي د نوو منابعو لټول ضروری دي ۳ - د کر او کښت داسي وسایل پیدا سویدي چي په کوچنیو ټو ټو مځکو کي د هغو څخه کار اخیستل د امکانه وتلې خبره ده .ددې لپاره چي ددغو وسایلو څخه کار واخیستل سي ، مځکه باید ِغټ غټ فارمونه ولري . ۴ - د کرهڼیزو محصولات د پخوا په شکل چیداني تازه نه خوي ، او هغه پروسس کوي ، په ګدامونو او یخچالونو کي یې ساتی ، تر څو د کال په اوږدوکي د ضرورت وړ خوراکي مواد ولري . ۵ - په نړۍ کي د خلګو اړیکي دومره سره نژدې سویدي چي وډیرو لیري ملکونو ته په ډیر لږ وخت کي د رسیدو امکانات پیدا سویدي چي راکړه ور کړه یې ډیر اسانه کړیدی . دداسي او نورو امکاناتو په موجودیت کي په کار داده چي : الف - د مځکي د ټوټې کیدو څخه باید لاس واخیستل سي، تر څو د اوسني علم او تخنیک څخه د کار اخیستلو زمینه برابره کړي او د کرهڼیزو محصولاتو تولید په ارزانه بیه تمام سي . ب - کرهڼیز مح صولات باید پروسس سي او په تازه شکل ونه خوړل سي ،ځکه داکار ددې امکان په ګوته کوي چی په ټوله کال کي د ښو او کافي اندازه خوراکي موادو خاوندان سو. د - د تولید د زیاتوالي په خاطر په کار داده چي په کرهڼیزو چارو کي په کافي اندازه پانګه واچوله سي ،تر څو خوراکي محصولات په کمي اوکیفي لحاظ ډیر سي . نو اوس اساسي خبره داده چي:لمړی :د مځکي د ټوټې کیدو څخه څه ډول ممانعت وسي؟ دا یو داسي کار دی چي د هر مم� �کت د حکومت په اقتصادي سیاست پوري اړه لري او د یوه داسي قانون په وضع کولو پوري اړه لري چي په قانوني ډول څوک ددې حق ونلري چي په قانون کي تر ټاکلي معیار کښته مځکه وویشل سي .لکه چي دا کار په ډیرو مملکتونو کي سویدی او کیږي. دوهم : په افغانستان کي یوه بله اساسي خبره د مځکي د خړوبه کولو لپاره د اوبوکموالی دی . په افغانستان کي اوبه ډیري کمي دي او حتی ددې تیرو څو کلنو په جریان کي چي ډیره سخته وچکالي راغله او اثرات یې اوس هم ندي لیري سوي ،د اوبو کموالی بیحده زیات دی . نو دداسي شرایطو په موجودیت کي کله چي د یو چا مځکه څو ټوټې وي او هغه هم یوه د بلي څخه فاصله ولري ، د هغو خړوبه کول به څه ډول وي او د اوبو ضایعات به څومره وي ؟ په یقین سره دا ویلای سو چي تر نیمایي زیاتي اوبه په ویالو کي بیله کومی ګټي ضایع کیږي . اوس یو بل مشکل پیدا سویدی چي ډیرو خلګو د باوړیو جوړولوته مخه کړیده او اوبه په واټرپمپ باندي راباسي او هغه هم د تیلو په زور .اوس وینو چي د تیلو بیه ورځ په ورځ زیاتیږي . نو په داسي شرایطوکي یو بزګر په خپله مځکه کي کوم نبات وکري چي د هغه په حاصل س� �ه لیګیدلي پیسې برابري کړي ؟ دا تر لمر سپینه خبره ده چي د اوسني نباتاتو کښت لکه غنم ، جواري او داسي نور دوم ره حاصل نه ور کوي چي حتی د تیلو پیسې پوره کړای سي . دکور او نورو مصارفو په هکله باید هیڅ فکرونیسي . کله چي د ژوند شرایط ودې کچي ته را ورسیږي ایا ددې تصور کیدای سي چي د ټولني عمومي وضع به څه ډول وي؟ دا پوره واضح خبره ده چي داسي شرایطو رشوت ، غلا او بالاخره چور او چپاول دبه ډیر عادي کارونه وي . د ټوته –ټوټه سوو مځکو بیرته یوځای کیدل په لاندی ډول سره کیدای سي :د تبادلې یا الیشولو د لاري : په دي صورت کي ،ددې لپاره چي د دواړو خواو حق تلف سوی نه وي،دواړي ټوټې باید په یوه درجه مځکه واوړي او هغه د مځکي د درجه بندۍ د ضریب څخه کار اخیستل کیږي او هغه داچي : ۷- درجه ۶- درجه ۵- درجه ۴ درجه ۳- درجه ۲- درجه ۱ – درجه درجی ۰.۱۵ ۰.۲۵ ۰.۳۰ ۰.۴۵ ۰.۶۰ ۰.۸۵ ۱ ضریب د مځکي د درجه بندۍ سنجس دا ډول کیږي چي : که چیري مځکه څلورمه درجه وي او د جریبو اندازه یې ۲۰ جریبه وي ، نو دغه مځکه لمړۍ درجه څو جریبه کیږي ؟ سنجش یې دا ډول کیږي : 20X 0.45= 9 د مځکي د اندازې معیار ټاکل : دلته په کار داده چي د مځکي و اندازې ته یو م عیار وټاکل سي او ددې معیار په ټاکلو کي د داسي شاخصونو څخه کار اخیستل کیږي چي : - یوه متوسطه کورنۍ څ ومره لګښت لري ؟ - یو جریب مځکه څومره حاصل ور کوي ؟ - د یوه جریب لګښت ځومره دی ؟ او - د یوه جریب خالص عاید څومره دی ؟ د پورتني سنجس پر اساس باید یوه ټوټه مځکه دومره حاصل ورکړي چي د یوې متوسطي کورنۍ ټول ضروریات پوره کړای سي .د مثال په ډول که چیري د یوې متوسطي کورنۍ لپاره شل جریبه لمړۍ درجه م ځکه کفایت وکړي بناء د مځکي اخرینۍ اندازه باید تر شل جریبه کمه نه وي او دا معیار باید په قانون کي قید کړای سي او څوک به ددې حق نلري چي تر دې اندازې کښته مځکه توزیع کړي . ددې مثال داډول دی : دوه وړونه دي او دوی په ګ� �ه سره شل جریبه مځکه لري .که چیري مځکه سره وویشي نو هر یوه ته به لس – لس جریبه مځکه ورسیږي چي د دوی دا کار ددې سبب ګرځي چي مځکه دوې ټوټې سي . نو ددې لپاره چي دا کا ر ونسي ، دوی باید پخپل مینځ کی سره کښیني او ددې لاندي کا� �ونو څخه یو کار وکړي : - یو دي په خپله خوښه تر مځکي تیر سي او ټوله مځکه دي و خپل ورور ته پریږدي او هغه و� �ور یې مکلف دی چي د محل د عرف مطابق د خپل ورور د مځکي پیسې ورکي . - یو نه غواړی چي تر خپلي مځکي تیر سي ، نو په دې صورت کي به پچه سره کوي د هر چا پچه چي وغورځېده مځکه د هغه ده او هغه بل ته به د مځکي بیه ورکوي. - که چیري یوه ورور ته مځکه تکیه سوه ،خو هغه د ټولو پیسو د ورکړي طاقت نه درلود ، په دې صورت کی به پیسې به په هغو اقساطو سره ورکوي چي دواړو ورباندي موافقه کړې وي . دا مثال کیدای سي چي تر دوو زیاتو وړونو په مینځ کي تطبیق کړای سي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حقبيان", "output": "غزل رنځور زړګې مې ناقراره دى سكون نه مني درومي صحراء ته د جنون غوندې روغتون نه مي د وخت رقيبه! د نفاق لارې دې مه سنجوه دا لر او بر پښتانه مرګ مني بيلتون نه مني پرون راوړې يې پناه وه د پښتون وكور ته نن افغان شوى د انشګاه غواړي پوهنتون نه مني د وخت غلامه! غلامي دې يوسه بل كلي ته دا د پښتون كلى دمړو سترګو ژوندون نه مني چې وعده وكړي چاسره او بيا وعده ماتوي د (ح� �بيان) ضمير خو دارنګه پښتون نه مني"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دصمد روحاني روح ته", "output": "دلته ساندې او ویرونهدلته وران ویجاړ کورونهدا ببرې زږئ ږیريدا اوږده ببرسرونهدا خوله وچي ماشومانداپه وینو سره قبرونهدادچا کمبختو کوردئچې راکته پرې سور اوردئدلته ولې ځوانان ژاړيدلته څوک دومره کمزوردئزه چې وینم دا خوبست دئچې تاریخ ور باندې مست دئچاانجیردئ لشکرګاه دهدظالم په سر بلا دهنو دانور شین سترګي څوک ديدوې راغلي له کوم توک ديهغه نور چې دشپې ګرځيپه کورونو باندې غورځيدغه دواړه دي وژونکيدغه دواړه غولوونکيیو دشپې او بل دو� �ځېیوموسروړي اوبل پزېدا ړانده چې دلته ناست ديدا ولاړدي او که ملاست ديله دوې ټولونه ځان هیر دئچې دوښمن ترې را چا پیر دئدوې دې غږکړي ایوب خان تهدوې دې غږ کړي اکبرخان تهدوې دې ستر احمد له ورشيدوې دې غږ کړي میرویس خان تهیا دې یو جوړ میر ویسخان کړيدتدبیر په لار روان کړيچې رابیل کړي دوست دوښمندیووالي راکړي فنپه بمونو نه جوړیږيپه جنګونو نه جوړیږيڅو پښتون کې سر پیداشيڅویو مشر نر پیداشيپردي و� �یږي خپل کور تهلاره وښايی خپل ورور تهنوبه سوله په دې کور شيزړه به جمع لږ دمور شيبیا به هیڅوک هم نه ژاړيپه صمد باندې به ویاړيخدمتګار وايي سلاممبارک شه لوړمقامدهلمند په لرغوني ولایت کې ځوان او وت� �ي ژورنالیست شهید عبدالصمد روحاني ته ۲۰۰۸جون ۸"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وزیرستان کې ۱۶ تنه ووژل شول", "output": "په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځي چارواکي وایي، تېره شپه ناپېژاندو کسانو ددوی پر سرتېرو برید وکړ او په ځوابي برید کې د یوه سرتېري په ګډون ۱۶ تنه طالب جنګیالي ووژل شول. چارواکي وایي، دغه نښته له میرانشاه نه ۱۲ کیلومټره اخوا ډیورنډ کرښې ته څېرمه په دته خېل سیمه کې رامنځته شوه. د تورن جنرال شوکت سلطان په وینا، اورپکو پر ملېشو د توپ ډزې وکړې او د یوه تن د مرګ ترڅنګ ۵ نور ټپیان شول. دده په وینا، وروسته پوځیانو ځمکني او هوایي بریدونه وکړل او د ۱۵ - ۲۰ په شاوخوا کې اورپکي یې ووژل. ازادو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چین: په کان کې چاودنې ۱۱ تنه تري تم کړل", "output": "میرویس جلالزی د چین د سکرو د ډبرو په یوه کان کې نن د دوشنبې په ورځ یوه ځواکمنه چاودنه رامنځ ته شوه. سرکاري خبري آژانسونو خبر ورکړ چې د یونان په ولایت کې په دغه رامنځ ته شوي چاودنه کې یولس تنه معدنچیان تري تم شوي دي. تر اوسه د ورکو شویو کان کیندونکو څرک ندی لګیدلی. چین د نړۍ په کچه د کانونو دخوندي توب په برخه کې تر ټولو هیوادونو خطر ناک دی. د یونان په ولایت کې د ننۍ چاودنې انځور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څوک شته چې د شهيدانو جاج واخلي؟", "output": "د سلګونو زرو پاکو شهيدانو وينو خو ځکه خپله اصلي موخه چې د اسلام د پاک دين ساتل او د هېواد د خپلواکۍ ګټل و، ځکه ترلاسه کړه چې ارمانونه يې سپيڅلي او د لوى څښتن له مرستې برخمن و د دوى شهادت د افغانستان په تاريخ کې د يوه وياړ په توګه هر وخت د ژبو پر سر دي او د هغه وخت پاتي کسان هم د خپلواکى د ګټلو په موخه کړي جهاد کې ځانونه شريک بولي. خو کله چې ددغو شهيدانو او معيوبو کسانو ارمان ترسره شو او افغانانو يو ځل بيا خپلواکي وګټله نو د جهادي ګوندونو قدرت غوښتونکو داړه مارو د سل ګونو زرو شهيدانو په پاکو ارمانونو پښې کېښودې او د هغوى دجهاد له پايلو يې ناوړه ګټه واخيسته. اصلي واقعيت خو داوو چې د جهاد په نامه د ډلو مشرانو د روس د يرغل په وخت کې هم د بهرنيانو موخې تعقيبولې خو هغه وخت که هرڅه وو ،څه ناڅه يې هڅو جهاد هم پياوړى کاوو. هم دغه جهادي ګوندونو مشران وو چې له افغانستان څ خه د روسانو له وتلو وروسته يې د بهرنيانو په غوښتنه د خپل هېواد مهمه ستنه چې ( ملي اردو ) وه ړنګه کړه، په هېواد کې يې ټول اساسي بنسټونه له منځه يوړل او لدې سربيره يې د خپل منځي او واک پرسر جګړو له کبله يې د هېواد د زياترو ولايتونو په ګډون د پلازميني کابل ښکلى ښار په کنډواله بدل کړ، په همدې مهال د سني، شيعه مذهبونو، پښتون، تاجک، هزاره، پشه يي او ترکمن په نومونو سره په زرګونو بې ګناه هېوادوال ووژل په کابل کې د رقص مرده په نامه له بې ګناه کسانو سرونه غوځيدل، د خلکو په سرونو به ميخونه ټکوهل کېدل،له تور سرو به سيني پرې کېدې او هغوى څخه به په پوځي مرکزونو کې ناوړه ګټه اخستل کيده. په هر صورت که دجهادي ډلو ترمنځ د جنګ جګړو پرمهال د شويو ظلمونو لړى تعقيب کړو کيداى شي چې په پاڼې، پاڼې يې په ليکلو ډکې شي خو بيا هم ټولې پيښې يې راغونډي نشو کړاى. تيرو دغو حالاتو او کړنو ته په کتو داسې ښکاري چې ددغو ډلو له خوا ټولې دستورې چارې، افغانستان ته د ځينو بهرنيو هېوادونو د پوځونو راتګ ته د زمينې د برابرولو په موخه ترسره کيدې، په سياست کې موخې ته له رسيدو و� �وسته دوست او نږدې ملګرى ځکه په پام کې نه نيول کيږي چې هغه د يو لړ لاملونو له کبله له ټولو رازونو پرده پورته کوي له کله چې دوى ته د بهر لخوا ورکړل شوې دندې په برياليتوب پاى ته ورسيدې او قومونو ترمنځ يې بيلتون راوست، ژبنۍ تعصب يې رامنځته کړ او د وسله والو ډلو په جوړولو سره يې ولايت په ولايت دښمنۍ پيدا کړې او خلک يې په هېواد کې له ژوند کولو څخه بيزاره کړل نو په افغانستان کې د امن او ثبات د راوستو لپاره نړيوالې ټولنې پرېکړه وکړه چې خپل پوځونه به افغانستان ته را استوي ترڅو د جنګي جنايتونه مخه هم ونيسي او د پلان له مخې همداسې وشول. افغانستان د بهرنيو پوځونو له راتګ وروسته چې په ځينو سيمو کې نسبي امنيت راغى ورو، ورو د جنګي جنايتونو بيلګې راښکاره شوې خو يوازې يو څو ورځې د خبري سرچينو د خپرنيزو څپو پر سر پاتې شوې او بس. پدې وروستيو کې د کابل د څرخي پله، وروسته د روزګان ولايت بيا د بدخشان په ولايت کې ډله ييز قبرونه وموندل شول .پداسې حال کې چې زياتره عاملين يې لاهم په هېواد کې دننه شته خو نه يې دولت او نه يې نړېوالې ټولنې پوښتنه وکړه. دادى اوس د کابل ښار د چمتلې په سيمه کې دوهم لوى ډله ييز قبر وموندل شو چې د چارواکو په وينا د ګڼ شمير کسانو هډوکي پکې پراته دي. په راډيوګانو،ټلويزيونونو،جوماتونو او کليوالو غونډو کې زياتره خلک چې د کو� �نيو غړي يې ژوندي ورک شوي دي له دولت څخه غواړي چې اسلامي عدالت په پام کې ونيسي او جنګي مجرمينو ته د خپلو اعم الو سزا ورکړي. له راډيوګانو مې واورېدل چې دولت غواړي د وروستي ډله ييز قبر څخه راوېستل شوي هډوکي د څيړنې لپا� �ه حتى بهر ته واستوي خو دامې وانه وريدل چې ايا عاملينو ته به يې هم سزا ورکړي که نه؟ زياتره هېوادوال چې تردې وړاندې بشري ضد پېښو کې د دولت سوړ چلند ليدلى اوس هم په ناهيلۍ سره وايي، څوک شته چې د شهيدانو جاج واخلي او د هغوى دښمنانو ته له اسلامي پرېکړو سره سمه سزا ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزى د نشه يي توکيو پر ضد يوه تگلاره غواړي", "output": "کابل : د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د واليانو ، امنيه قومندانانو ، سيمه ييزو مخورو او ديني مشرانو په گډون يوه دوه ورځنۍ غونډه د پنجشنې په ورځ کابل کې جوړه کړي چې په ټول هيواد کې د نشه يي توکيو خلاف يوه گډه تگلاره رامنځ ته کړي . دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ايالاتو او برتانيا د نهه ميليونه ډالرو د مرستې د يوې پروژې په ترڅ کې په افغانستان کې د اپيمو د توليد لپاره د کوکنارو په کر بوختو بزگرانو ته د غنمو تخمونه او سره سپارل شوې ده . د غنمو تخم په ختيځ ولايت ننگرهار کې بزگرانو ته ورکړل شوې ده ، همدا ولايت په افغانستان کې د گران بيه مخدره توکيو د توليد يوه مهمه سيمه ده . ځايي پرمختيايي چارواکي يادونه کوي چې د غنمو د کر موسم تېر شوى دى او ډير بزگران لا هم نيت لري چې کوکنار وکري . د ننگرهار والي حاجي دين محمد وويل مهمه دا ده له هغو بزگرانو سره چې کوکنار يې ويجاړ شوي مرسته وشي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار:چاودني اتو ملکي وګړيوته مرګ ژوبله واړول", "output": "احمد لودين په کندهار کي دماين چاودني اتو تنو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واړول چاودنه تيره ورځ يوه بجه دسپين بولدک ولسوالۍ د کوڅي بابا دزيارت سره هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د ملکي خلکو پر موتر دسړک دغاړي ماين وچاوديدى د سپين بولدک ولسوالۍ دسرحدي پوليسو ددريمي لوا درستيزول جنرال عبدالرازق بينوا ته وويل چي په ياده چاودنه کي څلور ماشومان او يوه ښځه وژل سوي او دري تنه نور نارينه چي ټول ملکي وګړي دي ټپيان سوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ياهو!", "output": "لېوني شول ټول سرونه ستادګوتوله اعجازه ستړې ستړې مې � �وې سترګې اى دورك وجوداوازه وخت دځان په تماشه دى ته يې هېركړې، زه يې هېركړم تقدس له مېكدې نه نن په پټوسترګوتېركړم ځان وژنه رانه كيږي سوزله ځانه راچاپېركړم زه فناباندې راضي وم تابقاراكړه تاډې� �كړم چې ژوندون دې راكولو شابه اوس يې حوصله را په زنګ شويوزنځيرونو شرنګېدلې شان نغمه را ګني روح مې اورته اچوم دنمروداوخليل ربه هسې هم په نشت مين دى دازمازړه بې ادبه رارنګين شان ثوابونه مه رالېږه بې سببه زړه دې شين ښه دى ديداره له كرمه له غضبه الهي دهوش نظام نه سر مې كړى بغاوت دى دخپل ذات په تصوركې ادم تنګ په خپل قسمت دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "الظواهري له بريد څخه بچ شوى .", "output": "الجزيره تلويزيون د القاعده د مرستيال ايمن الظواهري ويديويي پټه د ددوشنبې په شپه خپره کړي چې په هغه کې دده له خولې پخلۍ شوى چې په پاکستان کې له هوايي بريد څخه چې مخه يې دى وو، بچ شوى . ده دامريکا ولسمشر بوش دروغجن او جلادبللۍ ا و له هغه يې غوښتي چې اسلام ومني . ده ويلي چې امريکا يې په وژلو کې پاتې راغلي اوپه هغه طريقه چې د الله غوښتنه وي و به مرم اما که زما د مرګ ګړۍ نه وي رارسيدلې ،نه ته ( بوش ) او نه په نړۍ کې بل ځواک نه شي کولاى يوه ثانيه دغه ګړۍ نيږدې کړي .په دغه پټه کې راغلي چې په امريکا به نوى بريد ترسره کړي .امريکايي چارواکو ددغه ويديويي پټې څيړل پيل کړي دي .د روانې ميلادي مياشتې په ١٣ نيټه د باجوړ په قبايلي سيمه کې په يوه کلي هوايي بريد وشو چې په کې ١٨ کليوال مړه او يو شمير کورونه وران شول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر حامد كرزى پاكستان ته ځي", "output": "ټاكل شوې چي د امريكا د باندنيو چارو وزيره به افغانستان ته او حامد كرزى به پاكستان ته سفر وكړي. دا ټكي د جمهوري رياست وياند كريم رحيمي د سې شنبي په ورځ خبريالانو ته څرګند كړ. رحيمي په دې اړه چي دا سفرونه به په دقيق � �ول په كومه نېټه تر سره شي څه ونه ويل خو دومره يي وويل چي افغان ولسمشر حامد كرزى به له پاكستاني لوري سره په دوو اړخيزو اړيكو بحث وكړي او د امريكا د باندنيو چارو وزيره مېرمن كانډوليزا رايس به له افغان چارواكو سره افغانستان ته د خپل هيواد په مرستو او د افغانستان په روانو حالاتو بحث وكړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ماشوم څوک دى او کومى ځانګړتياوى لري !", "output": "ليکونکى خالد ( سيال ) د ماشومانو لپاره په ليکنه کى د ماشوم طبيعت اروا پوهنه او د ماشوم نړۍ تر ټولو لمړى حق دى. ځکه نو د ماشوم پر طبيعت ښه پوهيدل ډير مهم دى . ماشوم د عمر په بيلا بيلو پړاوونو کى ډول ډول ليوالتياوى لري . د افغاني ماشومانو لپاره بايد په ليکنه کى د ماشوم ذهني چاپيريال ښه درک او بيا منعکس شي دا مسئله د بيلا بيلو ټولګيو د ماشومانو لپاره د رسمي درسي موادو په برابرولو کى ډيره مهمه ده . د فکر او د ليل د پياوړتيا لپاره د ژبى پر اهميت پوهيدل هم ضروري دى . ژبه يو داسى وسيله ده چى همکاري را منځ ته کوي او پياوړى کوي يي او ديوه شخص د فکر او پراختيا سبب ګرځي . تر دى چى يو شخص ذهني ژوند ديوى ډلى د ذهني ژوند پر يوى برخى بدلوي . کله چى ماشومان ژبه زده کړي نه يواځى داچى عکس العملونه زده کوي بلکه مفکورى هم رااخلي او بيا يي وړاندى کوي . دوي دنورو تجربى د خپل ذهني ژوند پريوى برخى بدلوي . کله چى دوي خبرى کوي نور دى ته هڅوي چى خپلى تجربى ورسره شريکى کړي . مطالعه او زکاوت پريوى موضوع باندى د پوهيدلو اساسي توکي دي . د عصري او پوهنيزو مسائلو په باب معلومات هم مساوي ارزښت لري . چى ماشوم د اوسني چاپيريال تر څنګ د راتلونکي په باب هم فکر کولاى شي او د پوهيدنى ځواک يي وده کوي . څرنګه چى زمونږ ټولنه يوه اسلامي ټولنه ده د ماشومانو حقوق د اسلام له نقطى نظره دادى چى لمړى بايد د پيدايښت څخه په غوږ کى آزان وشي او بيا يو ښه اسلامي نوم ورته غوره شي همدا رنګه تر ٢ کالو پورى د مور شيدى ورکول . چى د مور شيدى د ماشوم په وده ، روغتيا او ذهني زکاوت کى ډير مهم دى . بايد ورکړل شي همدا راز د هغو صحت او تعليم ته پاملرنه کول او کورنۍ او چاپيريالي روزنه چى ډير مهم دى خاصه توجه وشي . تر څو دوي ښه او سالم روزنه واخلي او په راتلونکي کى د خپل کورنۍ او وطن دپاره ښه خدمت وکړي او د علم په جوهر ملبس شخصيتونه او علمي کدرونه ټولنى ته تقديم شي اود هيواد په ودانولو او سمسورتيا کى فعاله ونډه واخيستلاى شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ښکلا قاتل", "output": "يه ، پر ښايست مينه ؛يه ، ښايسته انسانه ؛چا ته ښايست يادوی ؛؟چا ته لمنه نيسې ؟ دغه کاڼه غوږونهدا له ښايسته منکرګوري ناوړه حاضرله خدايه نه دۍ خبر يه ، ښايسته انسانه ؛يه ، د خلقت اسمانهښايست پر تا نازل سوته د خلقت اشرف يي دغه ناوړه زړونه دغه د مړو څليدغه زمري ناوليدا په هر ترپ کي غلي دوۍ ته لمن مه نيسهدوۍ ته لمن مه نيسه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امريکا د دفاع وزارت افغانستان ته نوي ځواکونه ليږي", "output": "په افغانستان کښي د امنيت او د طالبانو ،القاعدې او دنورو ډ لو د مخ په زياتي غلچکيو بريدونو د ګواښ په هکله ډيره انديښنه موجوده ده. دغه ډلې د اکتوبر د نهمي نيټي په انتخاباتو کښي د خنډ رامنځته کيدلوهڅه کوي. نو ځکه د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) فيصله کړي چې د امريکاي پوځ د دوه اتيايمې هواي فرقې تازه ځواکونه د يوي قطعي په بڼه کښي افغانستان ته وليږي. د دغي فرقي ځواکونو وړاندي هم په افغانستان کښي دندي تر سره کړي دي. د پوځي چارواکو د وينا مطابق د اوسوو او يولس سوو تر منځ پوځيان به دغه هيواد ته ليږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په دهراوت کې ځان مرګى بريد وشو", "output": "ځانمرګی برید پرون په دهراوت ولسوالۍکې دامنيې قومندانۍپه دروازه کې وشوه ددغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال جمعه ګل (همت ) بېنوا ته وويلبرید کونکي غوښتل دقومندانۍانګړته ننوزي چې خپلې موخې تر رسېدو وړاندې و پیژندل شوو او ځآن ته یې چاودنه ورکړه چې په کې یوپولیس مړ او بلتن تپي شو .خويوتن ځايي چارواکی چې نه غوښتل نوم يې خپورشي وويل په دغه پېښه کې پنځه تنه پوليس وژل شوي اوشپږتنه ټپيان دي دبريد پړه چاپه غاړه نه ده اخستې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هلمند سل زره زدکونکي له زدکړو محروم شوي دي", "output": "د پوهني وزارت چارواکي وایې چې د هلمند په نا امنه ولسوالیو کې د نا امنیو د وروستي موج له امله د دې سیمو نږدې سل زره زدکونکي له زدکړي مح� �وم شوي دي. د پوهني وزارت ویاند حامد علمي وویل چې دا زدکونکي ځیني په لشکرګاه ښار کې د زدکړو لپاره ځای پر ځای شوي او یو شمیرو هم ښونځي ته شا کړي. علمي وایې چې دوي هغو زدکونکو ته د ځاي په برابرولو کې پاتې راغلي چې لشکرګاه ته د زدکړي په موخه راغلي دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كندهار كې د ناتو په كتار بريد وشو", "output": "دا بريد د كندهار په حضرت جي بابا سيمه كي تر سره شوي. د روغتيا پالانو په وينا په دي بريد كي 3 تنه ملكي كسان وژل شوي دي . د ناتو سرتيرو په دي اړه تر اوسه خپل نظر نده خپور كړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څنګه اختر", "output": "سږ به څنګه زموږ او ستاسي د اختر مبارکي ويچي په کلي او کوڅه کي مو ماموره نور پردي وي څنګه يو بل ته به واېو د اختر دی مبارک سهرا څه تللې مو د زړو څه د عمرونو خوشحالي وي نه جانان راځي و در ته نه یې توان زما د ورتګ سته اخترکله داسي خوندکړي چه نيمګړې مودوستي وي نه ځوانان اتڼ کوای سي نه په ډول کي هغه ږغ ستهدا اختر کله اختر دی چي مو ورکه دا مستي وي را پياد چه کړم د خپل وطن رنګ سوي بازارونهخونديې اوس دی پېکه سوي نه هغه شان رنګېني وي د اختر به ښه مېلې وې ، ښه نغمې او ښه سازونه نن اواز دی د توپونو پر مېلو مو بمباري وي د ظلمت او بر بريت طوفان وهلی دا ملت بهلا تر څو د ظالم لاس کي به همېش دوی قرباني وي کم شاعر به په خزان کي رنګېنه بيتونه وائېچي ګلان وي رژېدلې د ګلابو بې رنګي وي رحيم لاس دی پورته کړی خواست کوي د خپله ربهخوښي ورکړې و دې قوم ته چه ارامه ارامي وي کراچي ٢٠٠٩/١١/٢٧"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هوډ مجلي دوهمه ګڼه چاپ سوه", "output": "په كندهار كي د احمد شاه بابا د علمي او كلتور مركز دوه مياشتنۍ مجله هوډ د چاپه راووته په خپله خپرنيزه لمن كي د لاندي ښاغلو ليكني لري :"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "توره اوښکه", "output": "استعداده ؛ ستا د قتل بازار تود دیپه دې سيمه کي دکرکي روزګار تود دیزوړ محل چي مي اباد کړلو په مينهد وحشت باندي پر څه اوس يلغار تود دیذايقه او مېکده به څنګه و� �کړيچي په وينه د ساقي يې خمار تود دید قربت د لاري ور يې ورتړمه د چا زړۀ چي تل د بل په ازار تود دی د سړې افسانې وخت لمن کړه ټولهحقيقت دی راختلی کردار تود دیڅه دي خيال دی د ړندو سترګو مو� �يده؟د تنکي پير په حلقه نن دربار تود دیستا د هجر تر بې شمېره ماښامونود وصال ښکلی منظر او سهار تود دی له ذاهد څخه په پټه دا پوښتمهپايزېبي شرنګ او که پړی د دار تود دید زخمونو خلې مي وازي ستا ثنا تهدي نيولي په دې نيت چي انکار تود دید ضمير پر سپينه پاڼه سور تحرير ميازانګې پاشي غوږ و ته کشتيار تود دیط� �فدار چي د يوې خبري زه سومځکه يؤ ياد مي پر زړۀ د نګار تود دینه دي عقل نه دي نکل ته محتاج يمتش د ميني و نظر ته مي څار تود دیدا سيالي نه ده عادله ؛ بدبختي دهچي په وير کي دخپل ورور دي سيتار تود دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ډنمارک کې د فاتحې خبرتيا", "output": "د لوی او بخښونکي خدای په نامه. جنرال صراف مندوزې او انجینر ګلاب مندوزې د خپل ورور ارواښاد ډاګتر محمد سالم مندوزي او وریرونو هر یو ارواښاد عبدالرحمن منندوزې او موحمد فهیم مندوزي د مړ ینې له کبله، چې جنازي پخوا په ننګرهار کې خاوروته سپارل شوي ده. د ارواښادو د کورنۍ له خوا دوستانو ته خبر ورکول کیږي چې د نارینه وو او ښځینه وو فاتحه د روان عیسوي کال د ډسمبر په 20نېټه د یکشنبې ورځ د ماسپښین له یوې بجې څخه د مازیګرتر دریو بجو پورې اخستل کیږي. ټول دوستان او مینه وال دې خبروي پته LR SELSKAB LOKALER VEJLE LANDEVEH 110 7000 FREDICIA د اړتيا پر مهال تيلفونونه : 6068478752390026"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له بن نه تر لندنه ( دوهمه برخه )", "output": "حبيب اله غمخور د طالبانو د رژيم له نسکوريدوراپدې خوا په افغانستان کې په ميلياردونو ډالر لګيدلي دي .افغان دولت وايي د 2005 زکال د نومبر تر پايه پورې د دغو پيسو دقيقه شميره 8,4 ميليارده ډالره ده. په بله ژبه د ښاغلي کرزي له واکمنۍ وروسته هر کال افغانستان ته تر دوو ميلياردو ډالرو ډيرې پيسې راغلي دي . که څه هم د چارواکو په وينا ډير څه له صفره پيل شوي خو ولس بيا وايي دولتي اداري فساد او د پيسو ناسمې لګونې ددې لامل گرځيدلۍ هغه څه چې بايد شوي وای ونشول . د ولسمشر د دفتر ريس جاويد لودين هم دا مني دبي بي سي راډيو سره په مرکه کښي هغه وايي ((په تيرو څلورو کلونو کې د فساد ، ټوپکسالارۍ او په ځينو نورو برخو کې ډير څه نه دي شوي خو هڅه روانه ده. )) دولتي چارواکي تل دا وايي چې ددوي سره دوعدو شوو پيسو نږدي 78په سلو کښي چې 6,8 ميليارده ډالره کيږي نادولتي مرستندويو ټولنو او د ملګرو ملتونو په څير نړيوالو ادارو په افغانستان کې لګولي دي . که څه هم د دغو نادولتي مرستندويو ټولنو پر کار خورا ډيرې نيوکې له ډير پخوا رواني وې . خو نړيوالو له پيل نه په دولت کې کاري ظرفيت ته ګوته نيوله او داسې ويره يې ښووله چې هسې نه دغه پيسې پر ځای ونه لګيږي ، او شخصې جيبو ته ولاړې شې چې متاسفانه تر ډير داکار په يوه او بله بڼه وشو . اوس دکلاوې سر ورک دۍ ، دولت انجوگانې او انجوگاني بيا دولت او دامنيت نه شتوالی ملامتوي ،مگر افغانان دسرته رسېدلو چارو پر اساس قضاوت کوې ،اودغو ټکو ته گوته نيسې کوم چې دنړيوالودمالي ،مادې او پوځي مرستو په بدل کښي دهغه پلي کول له انتقالي ،عبوري او اوسنۍ ادارې څخه هيله درلوده . دلندن دکنفرانس په درشل کښې او تر هغه راوروسته يو شمير جگپوړي چارواکي په زيات خوشحالۍ دخپلو برياوو يادونه کوي ،مگر افغان ولس ددوي ددغوبرياويادونه دنړيوالو او افغانانو په سترگو کې خاوري اچول بولې . ددې ليکني په لومړۍ برخه کې مې په ځينو برخو کې دناخوالو په هکله يادونه وکړه ،اوس غواړم ددغو گوتنيونو لړۍ يو څه نوره هم پراخه کړم . دښونې او روزنې ،عالې تحصيلاتو ،رغتيايي خداماتو ،مخابراتو ،کليو دپراختيا په برخو کښي مي ځغلنده نظر وړاندې کړ ،په تفصيل يې ځکه دليکلو څخه ډډه کوم هغه متل دۍ وايي : (( چيزيکه عيان است چه حاجت به بيان است )) فکر کوم هر افغان پدې ښه پوهيږې چې ددولتي چارواکو لخوا پدغه څه دپاسه څلورو کلو کښي دپورته ياد شوو پيسو په مصرف دهيواد د اقتصادي بيا رغاوني په برخه کښي څه وشوه ؟ 1 / له طبعي ذخايرو څخه لکه معدنونه او کانونه جنگسالارو او محلې قوماندانانو تر دولت زياته گټه اخيستې ده ،زه دانه وايم چې نوې معدنونه ولې ندې کشف شوي اويا نوي جيالوجيکې سروې گانې دې تر سره شوې واي ،هغه څه چې له پاچا نه تر بزگره هر چاته معلوم وه نه يوازي داچې ونه ساتل شوه بلکه هر ورځ دا ملي شتمنې دهغو لخوا چې په يوه او بل نامه يې ددې ولس په ښارگو کې خپل کرغيړن غاښونه ښخ کړې چور او تالاکيږې ،دبيلگې په توگه هره ورځ په سلهاو ټنه دډبروسکاره په غير فني توگه استخراجيږې او توربازار ته دافرادو لخوا وړاندې کيږې ،گاذ او اومه تيل هم په همدغه ډول له مځکې راايستل کيږې او پر خپل سر پلورل کيږې ،داچې معدني قيمتي ډبرې هره ورځ له پنجشير نه نيولې بياتر بدخشان ،سمنگان ،لوگر ،فارياب ،پروان او دهيواد په نورو سيمو کې دچپاولگرو لخوادپاکستان په بازاروکښې ليلاميږې هر څوک پرې خبر دۍ، ولي دولتي چارواکي په يوه او بله بهانه ځانونه تيروې او ځانته دنجات لار لټوې . 2/ دپکتيا پکتيکا خوست دننگرهار دمربوطاتو ،کنړ او نورستان ځنگلونه دمحلې قوماندانانو لخوا ورېبل شوه او لرگې ېې په پاکستان دا زموږ تاريخي دښمن هيواد کښي پلورل کيږي ،دهيوادشمال غربې سيمو کښي د پيستو ځنگلونه وريبل شوه ،زه هغه وخت نه يادوم کوم چې دښاغلې استاد ربانې دټولواکۍ په دوران کښي دپاکستان په هڅونه ددغه تنظيم مربوطو قوماندانانو لخوا دپيستو ددرختو ريښې پاکستان ته يووړل شوې . دلوستونکو دزياتو معلوماتو لپاره بايد عرض کړم ،پاکستان خو زموږ دهيواد ويرانۍ ته مزبوطه ملاتړې وه او ده ، په هغه وخت کښي چې ښاغلۍ استاد رباني داقتدار پر گدۍ ناستود پاکستان دولت داستخباراتوپوسيله په ظاهر دتجارانو په بڼه دافغانانو په منځ کښي تبليغ شروع کړ چې دپيستې ددرختو ريښې رانيسو او زيات ارزښت لري ځکه نو دغو ښاغلو قوماندان صاحبانو دتراکتورونو په وسيله تر کومه ځايه چې يې توان و دپيستې درختې چپه او ريښې يې پاکستان ته يووړې او پر هغوي يې وپلورلې . زموږ داوبولگولو سيستم لکه څنگه چې خراب او ويجاړوو پر هغه حال پاته دۍ ،يو وړوکۍ بند هم ندۍ جوړ شوۍ ،او نه کومه ټوټه مځکه تر اوبو لاندې شوې ده . هغه بندونه چې پخوا جوړشوې وه دخپل سرنويشت انتظار باسې . همدا اوس په زرهاوو جريبه دولتې مځکه شته ددې پر ځاي چې بې مځکوخلکو ته ووېشل شې دقوماندانانو او محلې زورواکانو لخوا کرل کيږي او حاصيلات يې دهغوي گداموته ليږل کيږي . 4 / پدغو پنځو کلو کې ټولنيزي مرستې ،د ښارواوسېدونکوته دحد اقل پاکو اوبو رسول ، دبيوزلو لاس نيوۍ ،دجگړې دمعلولينو او شهيدانو ديتيمانو او کونډوسره مرسته اويا هغوي ته دکار او نورمال ژوند امکانات برابرول ،دښځو او ماشومانو پر حقوقو بربنډ تيرۍ ،ماشومې انجونې په زور واده کول ،دفقر او غريبۍ پر ضد مبارزه ،په دولتي اداروکښي درشوت درواج ،ملي شتمنيو باندې خيټه اچول ،په ولاياتو او ولسواليو کښي وبې وسلو خلکو سره ډول ډول ظلمونو دقومې ژبنې او مذهبي اختلاف اچونکو پر ضد وړ او پر ځاي اقدامات او داسي نورې په سلهاوو ددولتي ادارو ملي او وطنې دندي چې بايد تر سره شوي واي متاسفانه تر سره نشوې . دټولو افغانانو دمکررو غوښتنو سره دمرکزي احصايې اداره ونشوه توانيدلاي چي سرشميرنه تر سره کړې او دهيواد دنفوسو شمير معلوم کړي ددې کار لپاره ناسنجول شوي گامونه پورته شول بيځايه پيسي ولگېدې ولي گټه يې معلومه نشول ،که بل هر وخت دولت غواړي سر شميرنه وکړي هر څه له سره بايد شروع شي ،پدې هم هر څوک پوهيږي چې بيله سر شميرنې څخه نه دهيواد داقتصادې پر مختگ لپاره دقيق پلان سنجول کيداي شي او نه دبهرنيو هيوادو مرستي عادلانه ويشل کيداي شي اونه هم دغه ستونځې چې په هيوادکښي دقومونو او ژبو په اړوندراپيداشويدي حل کيداي شي ،ددغو بيځايه او بې فايدې پيسو دلگوونکو نه هيچا پوښتنه ونکړه .دپارلمان دکار تر شروع څو ورځي مخکښي يوه مسخره حساب ورکونه چي هر چارواکۍ بايد خلکو ته حساب ورکړې دراډيو او تلوېزيون له لاري پيل شو ،پدغه کار سره ممکن دولسمشر هدف داو چې خپلو وزيرانو ته نجات ورکړې ،څرنگه چې داحساب ورکول په حقيقت کښي دژورنالست سره د20دقيقو لپاره د مرکو بڼه درلوده ځکه دټول ولس دخندا وړ وگرځېده . 5 / دسوداگرۍ سيستم پدغو پنځوکالو کښي داسي يو ځانگړۍ نظم جوړ کړې چې له يوي خواددولت په حساب گټه تر لاسه شې او له بلې خوا دبهرنيو هيوادو دتوليداتو په مقابل کښي دخپل هيواد دمحصولاتو څخه ملاتړ وشې . دافغانستان دصنعتي محصولاتو چې ډير يې لاسې دې او زراعتي حاصيلاتو لپاره چي تازه ميوي دي تر اوسه يې په بهر کښي دخرڅلاو بازار پيدانشو کړاي ، پدې هکله باغوانانو او بزگرانو زيات شکايتونه وکړ مگر چا کوم وړ اقدام ونکړ ؛دا سوال پر ځاي پيداکيږې چې پدغه حالت کښي څنگه کيداي شې دبزگرانونه توقع وشي چې هغه دې کوکنار نه کرې ؟؟؟ دازادبازار تر نامه لاندي هر افغان چې په هيواد کښې پانگه اچونه کوې اوغواړي يو شۍ توليد کړې په مقابل کښي ددولتې چارواکو په مرسته دبډو دتر لاسه کولو په بدل کښي ورته(يوډول) توکې له بهر نه را واريدېږې او په ټيټ قيمت بازار ته عرضه کيږي ،طبعي خبره ده چې په لومړي گام کښي په افغانستان کې توليد شوۍ توکۍ نشي کولاي له بهرنی يو توکو سره سيالي وکړې ،په هيرات کښي دبوټواو بخارديگونو د جوړولو دوړوکو فابريکو دخاوندانو چيغې تر اسمانه پورته شوې خو دچارواکو غوږوته ونه رسېدې ،او نه هم دبهرنيو توليداتوپه مقابل کې هغوي حمايه شول . دهيوادپه لويو ښارو کښي نجاران،خياطان،حلبې سازان ،ميسگران ،بوټ سازان اونور کسبه کاران ددولت دپرانيستو دروازو قربانيان شول .پداسي حال کښي چې دولت مکلفيت لري ملي پانگوال وهڅوي تر څو دلويو او وړو فابريکو په واريدولو سره دملي دوليداتو په څنگ کښي خصوصې توليدات پياوړي کړې ،ملي سوداگر ،او پانگوال دبهرنيو پانگوالو او سوداگرو په مقابل کښي حمايه کړې دولتي تبليغاتي وسايل دملي او افغاني خصوصي توليداتو لپاره تبليغ وکړي ،له پورته نه تر کښته افغانان وهڅول شې دملي توليداتو له محصولاتو نه استفاده وکړې . دهندوستان تر خپلواکۍ وروسته بيا تر نن پورې دبهرنيو توکو په مقابل کښي دهندوستان دحکومت لخوا په هندوستان کښي دتوليدشوو توکو داستعمال او له هغو څخه دحمايي دسياست له تجريبو څخه کيداي شې افغاني چارواکې هم دملي صنايعو دانکشاف او حمايي په خاطر استفاده وکړې . له هغه وخته چې دغاليو او کمبلو داوبدلو کاروبار شروع شويدۍ په سيمه کښي افغانستان لومړې ځاي درلود،دهزارجات او نوروسيمو کمبلې او دهيواددشمالي ولاياتو غالۍ او دقره قل دپوستکو څخه جوړسوې توکې ، په غزنې اوکابل کښې جوړ شوې پوستينان او پو ستينچې ،دهرات وريښمين دستمالونه اونور دټولي نړۍ په بازاروکښي دلوړ ارزښت لرونکې دې . که څوکلن جنگ افغانان دخپل ټاټوبي پريښودلو ته مجبور کړه او داانسانې سرشاره استعدادونه هم مهاجر شول ،هغوي مجبور شوه هلته دخپلې کورنۍ داقتصادې ستونځو دحل په منظور دبل چانوکران شي او بل چاته کار وکړې ، له بده مرغه دافغان په کور کښي دبل شوې اور له برکته پاکستان او ايران ډير څه تر لاسه کړه ،چې له برکته يې پاکستان اتمې قدرت شو او ايران اوس دامريکا په گډون هر هغه چاته چې ايران ته کاږه وگورې غاښ چيچې اوغواړي دډغرووهلو ډگر ته ور ودانگې ،دغالۍ ابدونکوافغانانودخولې تويولو په برکت هر ه مياشت دپيښورپه مربوطاتوکښي داټک ښارگوټې نه چې د50 نه تر 60 دغالۍ اوبدلو فابريکې فعاليت کوي تر 12000متره مربع غالۍ داروپا بازاروته دپاکستاني غاليو په نامه ليږې ؛ دا بايد هر چاته څرگنده وې چې دپاکستان په تاريخ کې هلته لاسې غالۍ ندې اوبدل شوې . دسوداگرۍ ،کانواو صنايع وزارت ددې پر ځاي چې تر هر څه دمخه يې بايد له پاکستان او ايران څخه دخاصو او ځانگړو امتيازاتوپه ورکولو سره داطلايي لاسونه او له استعداده ډک مغذونه وطن ته راستانه کړې واي هغوي تر اوسه هلته دتوهين او غربت په حالت کې شپې اوورځې تيروې ؛ که له چارواکو پوښتنه وشې چې ولې دوي تر اوسه هلته پراته دې ډير ساده او دخندا وړځواب وايي موږ ورته ويلې چي اوس په وطن کې خيريت دۍ کولاي شي دوباره وطن ته راشۍ . مگر په حقيقت کې دا ټول درواغ او دخلکو غولول دې نه په وطن کې خيريت دۍ اونه هم دوي دومره مالې امکانات لري چې کډه راپه شاکړې اودلته راشي ،که راشې چيري او کوم ځاي ته ولاړ شي ،چيرې واوسيږې او څه وخورې ،دولت ددغو خلکو لپاره چې ملي سرمايه ده کوم ځانگړۍ پلان لري ؟ او څه ډول مرستې له دوي سره کيږې ؟ . متاسفانه دچارواکو دايوه خبره زده ده وطن ته راشۍ خيريت دۍ . دلته مې هغه څه موده پخوا د2005زکال دجنوري دمياشتي په 28 نيټه په هالنډ کښي د((افغاني کډوال دراتلونکي په لور)) په کنفرانس کښي چې زه هم هلته بلل شوۍ وم دهالنډ دپارلمان ديوې وکلې ميرمن فراه کريمي دوينا يوه جمله راپياد شول هغي وويل : (( زه افغانستان ته تللې وم هلته مې ښاغلۍ کرزۍ له نږدې وليد دارگ څلورخواوي مي هم وليدې .... بايد ووايم کله چې ښاغلۍ کرزۍ نشي کولاي دځان امنيت وساتې څنگه کيداي شي دهغو امنيت دي وساتي کوم چي دوباره يې وطن ته غواړې . . . )) . پداډول شرايطوکې دهغوکسانو په اړوند چې وطن ته راگرځېدل يې په شکل داشکالو دهيواد په گټه دۍ دولتي چارواکي ځانگړي امکانات او دژوند دښوشرايط په برابرولو ملي مکلفيت لري . 6 / مالي سيستم په ويجاړ حالت کښي قرار لرې هره ورځ دپه سلهاوو زرو ډالروپه خرڅلاو د اسعارو په مقابل کښي دافغانۍ ارزښت په مصنوعي بڼه ساتل کيږې ، ددې لپاره چې افغانۍ له دغه بهران څخه خلاصه شې اساسي چاره يې هيڅوک نکوې . ماليات خو اول شته نه اوکه چېرې دصادراتو او واريداتو څخه دکوم ناخبره سوداگر او يا هغه چا څخه چي مال پر بله لار نشي وړاي او راوړاي کومه اندازه ماليات تر لاسه کيږي .لومړۍ خو اندازه يې دددولتي کارمندانو لخوا دبډو اخيستلو په مقابل کښي کميږې اوبله لاداچې دفدرالې سيستم داصولو په اساس دولايت چارواکې خپله برخه ځينې جلاکوې او پاته يې که زړه وغوښتل مرکز ته راليږي اوکه نه بيا نو دعوي وې . ددولتي مالي لگښت مرکزې سيستم اوپر هغه کنترول شکلې بڼه لرې ، دا لامل دۍ چې پدغو پنځو کالو کښي دولت ونشوتوانيدلاي چې حتا دملکې مامورينو معاش ددولتي عايداتو څخه ورکړې . ډير څيړونکې پدې فکر دي چې دمالياتو ټولول او له فساد سره جدي مبارزه به افغان چارواکو ته د استدلال لپاره هغه منطق ورکړي چې د نړيوالو مرستو لا ډيره برخه پرې خپله کړي . 7 / جالبه داده يو شمير کسان چې دغوښن واک څښتنان دې کولاي شې له دولت نه مځګي رانيسي او يايي غصب کړې،هلته کورونه جوړ وي او په ښه گټه يې خرڅوې ،رښتياخو داده چې دهمدې لاري ځانگړې خلک ميليارډران شول ،ولې ددولت په چوکاټ کښي دښار او کورجوړولو محترم وزارت او يا دکليو دپراختيا وزارت بياددې په عوض چې داکارونه تر سره کړې او له دغې لاري دولتي بودجې ته گټه ورسوې ، هغه دښونځۍ تعمير چې دښوونې او روزنې وزارت ورته ضرورت لرې او هغه بايد ددولتي کمپنې او يا شخصي کمپنۍ پواسطه جوړ کړې ،هره ورځ يې دجوړيدو راپورونه ورکوې . که په کابل کښي دځينو کسانو لخوالوړ منزله مارکيټونه ،هوټلونه اوبلډنگونه جوړيداي شي ،د دولت اړونده اداري ولې داکار نشې کولاي ؟ ددې پر ځاي چې دولت بايد عايداتې منابع ولري اودکار زيات ځايونه پيدا کړئ پدې ورستيو کښي غواړې هغه کوچنۍ فابريکې چې پخوا ددولت لخوا جوړي شوې وې پدې نامه چې دولت نشي کولاي هغه پر پښو ودروې او کارونه يې سمبال کړې غواړې پر اشخاصو خرڅې کړې ،ددغه ناشنجول شوي کړنې پايله به په دغو شرکتونو کې د رپورټونوله مخي 25000 کسان کار نکوله جملې څخه به ډير کسان کار له لاسه ورکړي ،خو د ماليې وزارت وايي د دغو بې روزګارو کسانو لپاره پلان لري او هيله کوي چې ځينو ته يې تر دوو کالو پورې بشپړ معاش ورکړي او په عين حال کې يې وروزي چې نوی مسلک زده کړي . درنو لوستونکو دا کاملا له بهرنيو سرمايداري هيوادو څخه رانقل شوې هغه طريقه ده چې سرمايداران دخپلو گټو لپاره يا فابريکه تړې او يا يې بل هيواد ته چې هلته يې ډيره گټه وې ليږدوې بيانو دولت مجبور دۍ چې هغوي دبلې ريشتې يا مسلک وزده کولو ته وهڅوې . دا دسرمايدارې ټولنې دورستيو مراحلو تجربه په هغه هيواد کښې چې داقتصادې پر مختگ دفيډالې او ماقبل فيوډالې مناسباتو سره لاساوگريوان وي په کوم دليل کيداي شي عادلانه اوپر ځاي وي؟ زه دخصوصي پانگې اچونې مخالف نه يم ولې زموږ دهيواد په دغو ستونځمنو شرايطو کښي دامريکا او ياکوم اروپايي هيواد دسرمايه گذاريو اکټونه موږ نور هم له خاورو سره خاورې کوې ،اوپدغه شکل دهيواد اقتصادې پر مختگ ناشونۍ کارد ۍ . دحيرانتيا وړ خبره خولاداده چې پدغه پنځو کلونوکې له ولسمشره تر وزيره يوه هم پخپلو خبروکښي دصنعتي پرمختگ اوکرهڼيزو چارو دميکانيزه کولو يوه کليمه پر خوله نده راوړې . ايا داددې معني نلري چې دا اوسنۍ چارواکې په اوبو کښي لوټه ايږدې او پر تيريږي ؟ همدا دليل دۍ چې دملي کدرونو روزلوته هيڅ ډول پاملرنه نه کيږې ،اونه هم يوه فابريکه جوړه شوېده . ډيره جالبه ده پدې شپو او ورځو کښې يوه انجو دعربې هيوادو لپاره دلته ځوان کارپوهان او يا کسبگر لټوې چې هرو مرو به هلته د خټکاريوپه دنده گمارل کيږي ،ځکه عرب افغان انجېنېر او دلوړ تحصيلاتو خاوند ته بل کار نه ورکوې . زموږ دولتي اړونده وزارت په زياته خوښي هر ورځ دامسله ريکلاموې ،اوداسي دليل راوړي چې دوې هلته ولاړ شي مزدوري وکړي پيسې به خپلو کوروته راليږې دابه يوه لويه مرسته وي .مگر ددغو ښاغلو څخه که پوښتنه وشې په نړۍ کښي داسې يو هيواد درته معلوم دۍ چې دمزدورۍ په پيسودې پرمختگ کړۍ وې په يقين چوپ به پاته شي . بهر ته دکارگرانو ليږل هغه وخت مؤجه او پرځاي دې چې زموږ په هيواد کې دکاردځاي دپيداکولو هيڅ امکانات نه وې . دوي له يوې خوا وايي هر څه جنگ وران کړې دې موږ يې له صفره شروع کوو اوله بلي خوا ځوانان دکار لپاره بهر عربي ملکونوته دشيخانو داستثمار لپاره لېږې . څنگه له دغه څرگند حقيقت څخه سترگې پټوې چې تر ((60)) زره زيات پاکستاني ،ايراني ، ترکې ،اوهندي کارگران په افغانستان کې کارکوي ددغو هيوادو کمپنۍ نه يوازي داچي په ټول هيواد کښي يي تعميراتې کارونه پخپل لاس کښي نيولي اوچارواکوته دبډي په ورکولو بل څوک دقراردادحق نلري او له ځانوسره خپل وزگار کاگران هم راولې ،چې زيات شميريې دکار په بغل کښي په ورانکاريو او استخباراتي چوپړ هم مشغول دې ؛ ولې متاسفانه چارواکي دبيکارانو دشمير دکمښت په نامه ځوانان بهر ليږې .دا چارواکې وايي دوي يعني پاکستاني ،ايراني ، تر کې او هندې کارگران ماهران دې . داډير دشرم خبره ده ،مهربانې وکړۍ تاسو هم ماهران دعربې شيخانو لپاره نه بلکي خپل هيواد ته وروزۍ اودلته يې په کار وگمارۍ . داددې بيلگه ده چې دوي نه غواړې داوطن ابادشي دلته زراعت پر مخ ولاړ شي لويي او وړې فابريکې جوړي شي ،دمځکې نس وسپړل شي کانونه او معدنونه يې دهيواد دپرمختگ لپاره پکار واچول شې . همدا ددوې ددغو ماحرانه تلاښو پايله ده چې په هيوادکې سوله نه راځې . په لنډه توگه ويلاي شم په هغو برخو کښي چې بايد ډير ژر عملې کارونه تر سره شوې واي او خلکو يې ثمر لمس کړئ واي متاسفانه هيڅ کوم گټور کار تر سره نشو . د(( ډاياگ)) پروگرام له نن څخه پنځه مېاشتې وړاندې پېل شو او موخه ېې د ډي ډي آر يا بې وسلى کولو او ملکي کولو دلړئ دوام دۍ چې له مخې ېې دچارواکو په وينا(( 63000 )) وسله وال کسان بې وسلې شوې او ملکې ژوند يې پيل کړيدۍ . دلندن په کنفرانس کښي ترېکړه وشوه چې د(( ډاياگ ))پروگرام بايد په دوکالو کښي پلۍ شی او ټول وسله وال گروپونه چې تر اوسه يې په هيواد کښې شمير تر ((2000)) اوړې بې وسلې کړه شي ، ددې کار لپاره يو ځل بيا په ميليونو ډالره په پام کې نيول شوې دې .سوال دادۍ چې څنگه کيداي شې فکر وشي چې دا وسله والې ډلې پخپله خوښه وسله دولت ته تسليم کړې اوددغو بې شمارو گټوڅخه چي دهيروينو له قاچاق نه نيولې دکوکنارو کښت ،په سيمه کې هر څه دوسلې په زور تر لاسه کول ،لوټول ،دچور اوچپاول څخه دې لاس واخلې ، تر څودولت قوې امنيتي ځواک ونلرې داکار ناشونۍ معلوميږې ؟ په پنځو کلو کښي نه ملې پوځ جوړ شو او نه د ملې پوليسوليکي غښتلې شوې ،دنړيوالو دميليونو ډالرومرستو او روزنيزو کارو سره سره دچارواکو په وينا ايله دملي اردو او پوليسو نيمايي شميرپوره شوېده . لندن دپرېکړې په اساس دافگانستان حکومت ته دنده ورپغاړه شوېده چي دڅلورو کلو په اوږدوکښي (( 70)) زره کسيزملي اردو او ملي پوليسو دليکوټاکل شوي اندازه تکميله کړې ؛ دا پداسې نازکو امنيتي شرايطو کښي چې هر ورځ دهيواد امنيتي حالت خرابيږي او په اطرافو کښي ددولت واک کمزورۍ کيږې ،ترهگري ،ځانمرگې بريدونه ،دخلکو اودولت تر منځ واټن دهرې ورځي په تيرېدو سره مخ پر زياتېدو دۍ .دتيروڅلوروکلو دتجريبو څخه څرگنديږې چې ددغو دواړو پراگرامو پلې کول به يوه اندازه ستونځمن او ناشونۍ وې . دولتي چارواکې بايد دادرک کړې اوومنې چې امنيتي ناروغې کيداي شي په اقتصادي جوړوني سره تداوې شي . دلندن کنفرانس دروان کال دجنوري دمياشتي په 31 نيټه ددو ورځو لپار د(( 60 )) هيوادو دجگپوړو چارواکو په گډون جوړ شو ،په رښتيا سره دالومړۍ ځل دۍ چې ددوهمې نړيوالې جگړي وروسته ديوهيواد دستونځو دحل لپاره دنړۍ مختلف هيوادونه چې مختلفې گټي او اهداف لرې سره يوځاي کيږې اوديوه هيواد دبياجوړونې په اړونده گډه پريکړه کوې .اوس له افغانانو سره داډار دۍ چې داپه چور او چپاول کښي ماهر دولتي اپارات ، چې له افغانانو څخه نيولې بهرنيان هم غولولاي شي که بيادا امکان تر لاسه کړې اوتر دغو پيسو يې لاس ورسيږي دتيرو څلورو کلو په شکل به داځل هم هرڅه حيف او ميل شې ،او ددې کار پايله به هرومرو له افغانستان څخه دنړيوالو مخ اړونه وي ؛ افغانان به يو ځل بيا تنهاپرېږدي ، يو شميردولتي چارواکې خو بيله هغه هم له بهرنه راغلې وه که يې خوښه نشول او يا حالت خراب شو دوباره به هلته ولاړ شي له کومه ځايه چې راغلې وه ،ځکه حقيقت خو دادۍ چې يوه هم تر شا پلونه ندې نړولې ددوباره تگ لپاره يي په زيات مهارت دفرار لار ځانته پرانيستې پرې ايښېده . البته دداسي لو يي غونډي دجوړيدو دليل يي ممکن داوې چې نړيوال دافغانستان په جيوپوليتيک ارزښت پوهېدلې دې ،که داځل بيا افغانستان هير شي چې دداشان هيرېدو نښي نښانې دامريکا دمتحده ايالاتو په پوځې پاليسۍ کښي ليدل کيږې ،اوياله نظره وغور ځول شې افغانستان به دافراطي بنسټپالو تروريستې سازمانو ،دکوکنارو دکښت او هيروئنو دتوليد او سوداگرۍپه نړيوال مرکز بدل شې . اروپا بايد پدې پوهيدلي وې چې په دافغانستان کښي دامنيت راوستل او هلته دبياجوړونې او اقتصادې پر مختگ لپاره مرسته ،ددموکراسۍ دپلې کولو لپاره لاره خلاصول ، په حقيقت کښي دنړۍ دامنيت ،اوپه دغو هيوادو کښي داوسنيو مذهبي اونژادې کړکيچ دله منځه وړولپاره پر ځاي او گټوره پانگه اچونه ده . که څه هم تر اوسه نه دکوکنارو کښت کم شو او نه هم دافغان بزگر لپاره چې له همدې لارې فاميل ته ډوډۍ پيداکوي دکښت بل کوم غښتلۍ بديل پيداشوئ دۍ دابايد په ياد ولرو چې تر ((300 0000)) زيات افغان بزگر او کښته گر له دغې لار ي عايد تر لاسه کوې . دا هم دمنلو وړ نده چې په افغانستان کښې دنړۍ(( 90 )) په سلو کښي هيروئن توليديږې . په هر کچه چې دنړيوالو په سترگو کښي که دافغانستان او افغانانو اعتبار ته دکورنۍ جگړې دوام ،ترور او پدې ورستيو کښي ځان مرگې بريدونو او دالقاعدې سازمان دغړو موجوديت تاوان رسولۍ په هغه پيمانه دکوکنارو کښت دهيروېنو توليد او پټي سوداگرۍ هم زيان رسولۍ دۍ . دادۍ دلندن کنفرانس دروان کال 2006زکال دجنوري نه دفبروري تر دوهمي ورځي پوري ددو ورځولپاره داير شودکنفرانس برخه والو دپنځوکالو لپاره دافغانستان سره پداسي حال کې چې دافغانستان دولت دپنځو کلونو لپاره د((20 )) ميليارډه ډالرو غوښتنه کړې وه (( 10,5)) ميليارډه ډالرو ژمنه وکړه ، دکنفرانس گډون کوونکودا هم ومنل چې (( 50 ))په سلو کښي وعده شوې مرسته دې دافغانې دولت لخوا ولگول شي . افغان دولت به دغه پيسې دملي پرمختيايي تگلاري دپلي کولولپاره کاروي ،دامرستي به ديوه کال ،ځېنې ددريو کلونواويوه برخه به يې دپنځو کلونو لپاره وې . دافغانستان ددولت هغه پنځه کلن پلان چې تر اوسه خپله افغان له هغه نه خبرتيا نلرې دنړيوالو دقبول وړوگرځيد ،دافغانستان او نړيوالو تر منځ دافغانستان دملي پرمختگ يو معاهده چې دکمپکپ (( Afghanistan Compcp)) په نامه يادېږې لاسليک شوه پدغه سند کښي ان تر 2016 کال پوري دافغانستان سره دمرستو لر ليد ليدل کيږي . دابايد څرگنده شي پدغو مرستو کښي هغه پيسې ندې شاملي کوم چې په افغانستان کښي دامنيت دټينگښت دتروريستانو او القاعدي دسازمان دځپلو لپاره لگول کيږې ، ځکه ديوه ناتايد شوي خبر له مخي هره ورځ په افغانستان کې روانه جگړه يوازي امريکا ته په 27 مليونه ډالره تماميږې . امريکا تر اوسه په افغانستان کې 18 زره سربازان لري چې ويل کيږي په نږدې راتلونکي کښي به يې شميره تر ((16500 ))يا(( 16000 )) پورې راکښته شي ،او ناټو چي اوس(( 10000 )) سربازان لري تر(( 15000 )) پوري به يې شميره زياته شي . ددغه تړون دارزښت په هکله دانگلستان لومړي وزير توني بلير وويل : ((له يوه ناکام ه دولت څخه ديوه ديموکرات هيواد په لور دافغانستان خوځښت دده دهيواد په گټه دۍ )) بي بي سي 2006.02.02 ښاغلي کوفي عنان دملگرو ملتو دسازمان سرمنشي پخپله وينا کښي دتړون په هکله څرگنده کړه : داتړوندنړيوالې ټولنې استازي اړباسي چې په افغانستان کې پاته شياو خپلو همکاريو ته دوام ورکړي . ښاغلې کرزي دبي بي سي سره په يوه مرکه کښي څرگنده کړه : پنځه کاله وروسته به دهر سړې کلنۍ عايد 500 لوړ کړه شې . پدې کنفرانس کښي دافغانستان دتيرو کلنو دکړو وړو ارزيابي وشوه ،خو داسي نه لکه چارواکي چې يې تبليغوي ؛ هلته پر امنيتي مسايلو ،وزگارتيا دخلکو ورځنۍ اقتصادي او ټولنيزي ستونځې ، ددولت سره مخ پر ډيريدومخالفت علتونه ، دسولي دټنگښت پر خلاف دځينو دولتي کسانو لخوا هلې ځلې ،دمطبوعاتو آزادي اودژورنالستانو سره دچارواکو برخوردونه ، ځکه تر اوسه دمطبوعاتو آزادې دزوردخاوندانو او بنسټپالودقوت او ځواک تر سيوري لاندي ده دمطبوعاتواو نورومدني آزاديو مخه کيداي شي دقانون په عوض په فتوا ونيول شي ،له فساد نه دخلاصي دولتي اداري جوړښت ،اقتصادي مرستي ،دسولي ټينگښت ،دکوکنارو دکرلواو مخدره موادو دپټې سوداگرۍ او تروريزم پر ضد دمبارزي لارو چارو لټول،دبشر دحقوقو څخه دفاع ،دملي کدرونو روزنه اونورواړينو مسلو په هکله بحث وشو . دپورته ياد شوو موضوعگانو په څنگ کښي دبشر دحقوقو ،او اظايو دتأمين او په هيواد کښي ديوه اغيزمن داسي قضايي سيستم رامنځته کول کوم چې په ټول هيواد کې حاکم ،خلکو ته دمنلو وړ او دنړيوال عدلې سيستم سره په مخالفت کښې نه وې ،دهغوي په نظر تر اوسه دافغانستان قضايي سيستم غير مؤثر او بې کفايته دۍ فساد هلته هم قوې لاره پيداکړې ده .هغو په افغانستان کښي ددوي په وينا ديوه دموکراتيک نظام غوښتونکې دې ، چي اساس يې داجتماعي عدالت او دموکراتيکو پرنسيبو پر بنسټ ولاړ وي ،دوي وايي زموږ لپاره دموکراتيکه اداره اودبشري حقوقو څخه دفاع يو له اساسي او دوامدارو کولو غوښتنوڅخه ده . داڅرگنده خبر ده که دنړيوالو لخوا هر څومره زياتي مرستې په هربڼه چې وې له افغانستان سره وشې تر څو چې په افغانستان کښي سالمه ،خواخوږې او مسلکي اداره جوړه نشي ،په هر شکل او قيمت چې کيږي سوله ټينگه نشي ،دټوپکسالارو دزور کمبله پخپله دهغولخوا چې همدا اوس ورسره مرستي کوي او په دولت کښي هم دهغوي لپاره بېله استحقاقه لوړ مقامونه لټوي ټوله نشي ، په عاميانه اصطلاح دامريکا او اروپايي هيوادو لخوا هره ډله اوگروپ پر خپل ځاي کښينه نول شې ،دوسله والو ډلو دونرانوته په گوته نشي چې دافغانستان په وړاندې وخپلو بې شرمانه مداخلو ته دپاي ټکۍ کښيږدې ،اوبلاخره نور په افغانستان کښي دزبرځواکو لخوا دنړيوالو سياسي ،اقتصادي او پوځي لوړتيا غوښتنو په خاطر اوبه خړې نشي چې ماهيان پکښي ونيول شي ،او افغانستان د زبرځواکودسياليو او غچ اخيستني په مرکز دبدليدو مسله ختمه نشي ، که په زرهاوو ميليارد ه ډالره نن دکرزي دحکومت سره دمرستي په نامه سبادبل چادحکومت سره راولېږل شي پايله به يې دافغان بيگناه ولس وژنه ،زورونه او کړېدل وي . دغه ډول مرسته کوونکې هيوادونه به له بده مرغه غيرله دانسانانودمړو دجسدونه بله کومه فايده تر لاسه نکړې . افغانې متل دې وايي (( جنگ شيديار سرشيديار)) که نړيوال په رښتياسره غواړې دافغان ولس سره مرسته وکړې ، چې داپه حقيقت کي له ځان سره مرسته ده ،ځکه په افغانستان کې دبل شوې اور لمبې تر سرحدونو وتلې اونوري هم وزې ؛ لازمه ده چي نړيوال دملگرو ملتو دسازمان له لارې پر اوسنيو چارواکو په ځانگړي توگه ولسمشر هغو دلواو تنظيمو چې تر اوسه دافغانستان په سياسي ژوند کښي مطرح کيږي فشارواچوي تر څو هغه يوه سالمه اداره جوړه اودهغه دندوسرته رسول چې دلندن په کنفرانس کښي دنړيوالو سره ژمنه شوې وروسپارل شي . پر همسايه هيوادو په خاصه توگه ايران او پاکستان دملگرو ملتو دامنيت دشورا له لار ي زور راشي چې په افغانستان کې خپلې لاس وهنې بندي کړې ،تر څو چې داهيوادونه خپلې مداخلې بندې نکړې ټولې مرستې او دبيا ۍوژونې کار له خاورو سره خاورې کيږې ؛ ټول نړيوال دهغه جملې همدا(( 60 )) چې دافغانستان سره دمرستي په خاطر يې دلندن په کنفرانس کې گډون درلود او دمرستو وعده يې وکړه پدې ښه پوهيږې چې دپاکستان حکومت او پوځې استخبارات يې شپه او ورځ په افغانستان کې امنيت په خرابۍ او سياسي پوځي حالت په بې ثباتۍ مصروف دې ،ولې دامريکا اوانگلستان په گډون ټول نړيوال دپاکستان دبربنډو مداخلو په مقابل کې ستر گې پټوې او چوپ پاته کيږې ؟؟؟ هغه چې دافغانستان په حکومت پوري اړه لرې که چيري داځل بياهم دبياجوړونې کار دپخوا په ډول روان وې ،پانگه اچونه تشويق او حمايه نشي ،په توليدي او نورومؤسسو کې دزيات کار امکانات پيدانشي ،دبيکارۍ مخه ونه نيول شې،دخلکو اقتصادي بڼه ښه نشي ،قانون پلۍ نشي او داداري فساد جرړي ونه ايستل شي ،دولت خلکوته په رون حساب ورکولو مکلف نشي او سرغړونکۍ په هر مقام کښي چې وې محاکمې ته راکش نشي ،عدلې سستم اصلاح نشي ،دبشر دحقوقو درناوې او دمطبوعاتو واقعي آزادي تامين نشي ،او په دولت کې کار واهل ته دکار ونه سپارل شي که څوک غواړي يانه پايلې به يې ددولت څخه دخلکو بيلتون او ددولت دمخاليفينو دليکو غښتلتيا او پياوړتياوي . ددې لپاره چې دولت وکولاي شې ددغو بهرنيو مرستو څخه پر ځاي گټه واخلې اړينه يې بولم چې ددولتي دستگاه دپاړسوب مخه ونيول سي ،يو شمير هغه وزارتونه چې اصلأ يې موجوديت اړين نه برېښي او يا کيداي شي ديوه لوي رياست په چوکاټ کې کارونه پر مخ بوزي لازمه ده په هغه راتلونکې کابينه کښي چې پارلمان ته درايو دتر لاسه کولو لپاره وړاندې کيږې پر ځاي مثبت تغيرات راشي . زه زموږ دهيواد دټولو اړخونواو دولتي دندو په نظر کې نيولو سره لاندي وزارتونه اړين بولم ، پدغه موده کښي عيني تجربې وښودله چې دنور و وزارتونو شته والۍ داوس لپاره اړين نه برېښې : -دکورنيو چارووزارت ،دملي دفاع وزارت ،دبهرنيوچارو وزارت ،دعدليې وزارت ،دسوداگرۍ وزارت ،دښوونې او روزني وزارت ،دلوړو او مسلکي تحصيلاتو وزارت ،دماليي وزارت ،دملکي هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت ،داقتصاد يا دپلان وزارت ،دمخابراتو وزارت دکانو او صنايع وزارت ،دلارو اوسړکونو دجوړولو (فوايدعامې وزارت ) ،دښاراو کليو دجوړولووزارت ،دکرهڼي او مالدارۍ وزارت ،داطلاعاتو او کلتور وزارت ، دروغتيا وزارت ،دمهاجرينو وزارت ،دانزژې وزارت . کيداي شي چې د دکليو او پراختيا وزارت دښاراو کليو دجوړولو په وزارت کښې مدغم شې ،دحج او اوقافو ، دښځو دچارو ، دمعيوبينواو معلولينو وزارتونه دې و لوي رياست ته راټيټ شي . دقومونو او قبايلو وزارت دي دقبايلو دمستقل رياست په نامه ونومول سي . دمخدره موادو سره دمبارزي وزارت دوې دندې لرلې چې يوه دنشه يې توکودکرلو مخ نيوۍ ؤ چې داکار دکرهڼې او مالدارۍ دوزارت دنده ده او بل دمخدره موادو دپټي دسوداگرۍ پر خلاف مبارزه چې دا دنده بايد دکورنيو چارو وزارت او سرحدې قواوې تر سره کړې . دهوايي چلند له وزارته بايد دتوريزم برخه داطلاعاتو اوکلتور په وزارت پورې مربوطه شې . پدې هيله چې دهيواد هر جگپوړې او ټيټ پوړۍ مسؤل کس دانساني عاطيفي او وجدان دقضاوت او محکمې نه دبرأت اخيستلو پر بنياد خپلې ورسپارل شوي دندي تر سره کړې ؛ولسمشر لږ وعدې ورکړې او ډير څه سرته ورسوې ترڅو وکولاي شې داهره ورځ دلاسه وتونکۍ اعتماد دوباره ترلاسه کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عظيمي: دغرني فشار عمليات بريالي نه ول.", "output": "ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي سي سي ته ويلي چې دهيواد په سويل كې شوي دغرني فشار عمليات ناكام ول نوموړي ويلي بايد دجنګ كولو تاكتيك نور ځله دې په بله بڼه ترسره كړي لومړى دې يوه سيمه پاكه شي دبيارغونې كارونه دې پكې پلي شي او بيا دې مخ بل لورته واړول شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د باختر اژانس، غيرملي انټرنټ پاڼه", "output": "د باختر اژانس، غيرملي انټرنټ پاڼه ليكوال: عبدالله شاهين كړاو يو وخت مې د چين راډيو انټرنټ پاڼه كتله (http://pu.chinabroadcast.cn/"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسشمرﺉ ته دکاندیدانوډیرول که دملت غولولول ؟", "output": "کاندیدانودشمیرډیروالې یودهغو مایوسه کونکوکړووړونه دې چی افغان ولس ورسره مخامخ دې . ملت اونړیواله ټولنه ېې په تشویش کی اچولې دې ،بیله هغه هم ولس اصلا داوسنیوټولټاکنوسره نه تنها علاقه نه لرې بلکه دایوه غولونکې دسیسه بولې . اکثره خلګ واېې چی تیروټولټاکنوموږ ته ځه ګټه رسولې ده چی داځل به ېې ورسوې ؟هغه زاړه داړه ماران ټول بیا دکرزې پرشاوخوا� �اټول دې ، دکرزې تازه نومول سوې لومړﺉ مرستیال دشما ل شرقې ولایاتودپخوانیوملیشواوجهادې خونخواروقوم اندانوپه یوه جلسه کې واېې (چې ډالرامریکاېې. ،ټګې دکرزې ،زموږاوستاسې بدمعاشې اوس به ېې ځوک رانه ګټې ) چی دې خب� �ې په خوریدو سره یوازې دملت اخرېنې هیله دخاوروسره خاورې کړه نوردخلګوهیله دراتلونکوټوټاکنواومسبتوتغی� �انونه وشلیده دهغوولایاتوخلګوچی ولیده نوره دخلاصون لاره ورکه سوه بیرته ېې دطالیبانولورې ته مخ واړاوه ورسې وګورې چی په کندوز ، تخار، بغلان ، حتی بدخشان کې دطالیبانویودم سرراپورته کول . اودخلګودستې دطا� �یبانوخواته مخ اړول د اپخپله دخلګودطمعی دشکیدومانالرې داخبره ددې څرګندوې ده چی نوردخلګودصبرکاسه پ� �چړپیدوده ، کندهارخوبیله هغه دسکوت په حال کې دې نه ېې ولایتې شورااونه ېې ولایت خوندې دې خواصلې خبره داده چې اصلا کاندیدان ډیرلږدې . ترکومه ځایه چی ځرکنده ده یوازې دګوتوبه شمیرګاندیدان لرو ولې اکثریت ېې چی هغه دم ختلفوعواملو اودملت دغولوپه اساس قصدا کاندید سویدې داکاندیدان نه دې داکاندیدان عبارت دې له و� �سمشرکرزې : دې دملت کاندید نه دې کرزې دډالرودرمندونواویوځوپه قاچاق اوفسا دککړو اوچپاول ګروکسانواودقدرت � �یونتوب کاندید کړیدې .ولې په هرحال کاندید دې ، دوهم : - رمضان بشردوست ، هغه خپلولیونیواعصابوکاندید کړېدې خوبیا هم مستقل کاندید دې ،هم پخپله اوهم ېې بانډدکرزې تربانډله خیانته پا ک دې . دریم : دریم : عبدالعلې سراج : چی هغه په ملت کې ځینوخواخوږومشرانوپه دې طمه ګوندې افغانستان ددې لوچک بازارې اومزدورې نه راخ� �اص کړې کاندید کړې دې سره له دې چی هغه نه غوښتل چی ځان کاندید کړې ولې خلګوترې خواهش کړېدې . ځلورم : � �اکترعبدالله دې : د هغوتوپک مارانواودچوراوچپاول هغه بانډچی سرېې دروسانو، پښې ېې دامریکایانو، یولاس ېې دای� �ان اوبل لاس ېې داې اس اې سره دې لخواولاړدې ،چی دکابل خرابې اودکابل دبچاره خلګودبچیانودقبرونوجنډې ېې لات� �اوسه دکارنامو سترې نښانې دې . ځلورم : دبش دګروپ کاندیدان دې چی مشرېې خلیل زاد دې چی غواړې افغانستا ن دام� �یکا کالونې جوړه کړې هغو ي نه دملت کاندیدان دې اونه هم خلګ ورته احترام لرې . هغه ځوک چی ددوې دپاره کارکوې اص� �اهغه افغانې ضمیرنه لرې نه داسې خلګ دافغانستان ملت ته دخدمت اوصداقت کومه کارنامه لرې . که څه هم کرزې هم پخوا ددې بانډ قوې غړې ؤ خواوس چی کرزې خپل قدرت هم دمالې لیحاظه هم دټګماروتجربوله لیحاظه وغښتې اوځان ته ېې خپل بانډجوړکړې اوس غواړې دخلیل زاد بانډ نه څان مخ ته کړې موږ ولید ل چی ددې بانډ دمشر خلیل زاددکمپاین جلسې ځوواره دکرزې داسخباراتولخواپه دې خاطرتخبریب سوې چی هغه دکرزې پربانډقوې اوجابره دې ځکه نوپه هرصورت چی وې کرزې غواړې چی ددې بانډمخه ونیسې داخلګ نه ملت کاندید کړې دې اونه هم دکاندیدانوبه جمله کې راځې .داهغه دبش دادارې بګیلان دې . پنځم : - دولسمشرکرزې اودهغه داستبخاراتوکاندیدان دې کرزې دځوهدفونودپاره ځینوکمزرواونوم ورکو خلګوته پیسې ورکوې چی ځانونه کاندید کړې . الف : دې غواړې ونړې ته وښیې جی دلته دیموکراسې ده په داسې حال کې چی دااوس اوس دکرزې کمپاین یا قاچاقبران مخ ته وړې اویا ېې غله اوقاتلان یا دولتې مامورین حتې والیان ېې مخ ته وړې .راسې وګورو دهغه په نوې پرتوکولیانواومرستیالانوکې یودیموکرات هم سته ؟ کرزې یوتړون دحزب اسلامې سره کړیدې اودرې وزارتونه اوځوولایتونه ېې ورکړېدې ، په داسې حال کې چی دحزب اسلامی یوسردجګړې په لیکوکې اودکرزې دولت یومزدوردولت بولې . کرزې شاشجاع بولې اودناتودقواوراتګ یویرغل اواشغال بولې دهغه په ضد ېې جهاد اعلان کړیدې اوبل سرېې دکرزې په غاړه کې راتاودې ، دوهم تړون ېې داستادسیاف سره کړیدې چی ځووزارتونه اوځوولایتونه ېې ورکړیدې ، استادسیاف دیموکراسې کفربولې دااوه کاله هم هغه کرزې دخپلې لارې اړولې دې دریم تړو ون ېې دمحقق سره روان دې چی ځووزارتونه اوځوولایتونه ېې ورته وړاندې کړېدې دې چی لاتراوسه ېې اخری نتجی دباندې نه دې راوتلې چی دمحقق سره دوستم هم تړلې دې ، ځووړاندیزونه ېې وطالیبانوته کړیدې ،مالومه نده چي طالیبان ددوې وړاندیزمنې اوکه نه ؟ بل تړون ېې دپیرګیلانې سره کړیدې چې هغه ېې جلال اباته دځان سره بیولې اودګل اغا شیرزې ته ېې دګیلانې په لاس قران مجید وروړیدې .داچي هغه منلې دې اوکه نه نه ده مالومه ؟ اوداحدې صاحب په هکله هم داسې اوازې خپرې دې چی هغه دپیرصاحب په منځګړیتوب له خپلې کاندیداتورې تیریږې ، دشمالې ټلوالې دهغه ډیردیکتاتورګ� �وپ سره بل تړون کړیدې چی په دهغه له مخې لومړې مرستیال اوڅووزارتونه ورته منلې اودااوس اوس دکرزې استخباراتې کړې کارکوې چی همدا تړونونه دولایتې شوراګانودټاکنوپه په هکله هم عملې کړې . چی ددې تړونوته په غو� �وکتل سې ددیموکراسی بوې هم نه ترسږموکیږې ،داده دکرزې صاحب ددیموکراسې ډرامه چي هم ملت په غولوې اوهم نړیواله ټولنه ، ب : کرزې غواړې نړې اودافغانستان خلګوته داوښیې چی ګواکې اوس هم زه ترټولوغښتلې کاندیدیم اونړې وا� �ه ټولنه په دې قانع کړې چی په میدان کې ترمااوس تکړه څوک نسته اودې رښیتا واېې هغه خبره چی ډالرجمع بدمعاشې جمع ټګې ،اودنړیوالې ټولنې بی غورې اودمافیا تجربه کاره رهبرې داټول پردې دلالت کوې چی کرزې ېې ګټې ، وخوبه ېې ګټې خبره داده چی ایا دده پنځه کلنه دوره دافغانستا ن غمیزه کوم سرحد ته ورسوې اوددیموکراسې کوم ګلا ن به راشنه کړې ، ج : کرزې په پوهیږې چی زمانه ملت اوبښتانه خفه دې را یه نه راکوې ددې دپاره چی هغوې ېې دغولونې په یوه بل جال کې راګیرکړې وې دخپلې کابینې غړې ، ځنینې والیان ، اواستخباراتې کسان په مختلفونونومونوله ځانه لیرې کړېدې اودخ� �ګوپه منځ کی ېې ګمارلې دې . اخره ورځ بیرته دده خواته راټولیږې اوخلګوته به دادلیل وواېې چی نورمضا ن بشردوست ته خورایه نه سم ورکولاې دملت له بی چارګی اوبې سوادې نه به ګټه پورته کړې اوس هم ریس صاحب تردانوروښه دې . داهغه لوبه ده چی په تیروټولټاکنوکې هم تکرارسویده چی حالات ېې دخرابې اخرې پړاوته راورسول د : ددې دباره چی ملت ېې ګیچ کړیوې اولاره اوګودرېې ترې ورک کړی وې . ملت ېې ټوټې ، ټوټې کړېوې اوهغه خپلوغلواوداړه مارانوته ېې دخ� �ځولواورانیولولاره هواره کړیوې دالوبه په کاراچولې ده . شپږم : دپردو داستخباراتې کړیو کاندیدان دې . دایوښکاره حیقیقت دې چی دلته په لسګونواستباراتې کړﺉ کارکوې اوهره یوه غواړې خپل لاس پوځې راولې داډله هم نه دکاندیدانو په قطارکې راتلاې سې اونه دملت کاندیدان دې ، ځکه دلته ډیرمزدوران راغلې اوتللې دې خونه دده دخولې خوند ښه سویدې اونه ېې دبادارانوکه کامیا به هم سې تردې به نورې ستونځې زیاتې سې په ظاهره داسې مالومیږې چی کاندیدان ډیرزیات دې خوزه فکرکوم چی دا قصداډیرسویدې اوپه ډیرویدوکې کرزې خپل ځان لټوې داخودکاندیدانواودهغوې دډونرانوکارنامې دې . اوس راځودې خبرې ته چی په دغه لوبه کې دملت ګټې اوراتلونکې حا� �اتوپه هکله به ځه کیږې . زما په خیال چی که ملت اونړیواله ټولنه ددې لوبوقربانې سې اوددې لوبې دمخنیوې به هکله سم تصمیم ونه نیسې نوبیا به ددیمکراسې ډرامه دومره چنچنه سې چي په اورکې به هم افغان ولساوهم نړیواله ټولنه وسوځې ،وسلام"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په تخار کې د سیمه ییز قوماندان پرضد لاریون", "output": "د تخار ولایت یو شمېر خلکو د یوه سیمه ییز قوماندان پر ضد په لاریون لاس پورې کړ. سیمه ییزو خلکو شکایت کاوه، چې قومندان یې پرځمکو خېټه اچولې ده. د تخار د ولایتي شورا د یوه غړي عین الدین رستاقي په وینا، خلکو له دولت نه غوښتنه درلوده، چې د قوماندان د زورواکیو مخه ونیسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سلام وطنداره راډیو خپروني په کابل کې هم پیل شوي", "output": "د سلام وطنداره رادیو چې د انټ� �نیوز امریکایۍ موسسې له خوا په افغانستان کی د ۳۴ رادیو ګانو له خوا په ۲۷ ولایتونو کی خپروني کوي، نن په کابل کې خپلي خپروني پیل کړي .ددې راډیو مرستیال زلمی احدي بینوا ویب پاڼی ته وویل : سلام وطنداره رادیو خپ� �وني له افغانستان پرته په نورو آسیایې او اروپاې ملکونو کې هم د سټلایټ له لاري د اوریدلو وړ دي.اح دی زیاته کړه چی دسلام وطنداره راډیو خپروني د کابل ښاریان په ۸۹،۹ اف ،ام میګا هرز باندی ۱۶ ساعته اوریدلای شي. اوس مهال ددې راډيو سربیره یو شمیر نوري پیلي او نا پیلي راډیو ګانی هم په کابل کې خپروني لري چې تر ډیره بریده سوداګریزي خبرتیاوي خپروي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هرات کې يوې چاودنې، يوولس تنه ووژل.", "output": "په هرات ښار کې نن ماښام يوې چاودنې يوولس تنه م ړه او اتلس نور ټپيان کړل. دا چاودنه نن ماښام هغه مهال وشوه چې خلکو غوښتل د ماښام لمانځه له اداينې وروسته، � �ه هرات جامع جومات څخه خپلو کورونو ته ولاړ شي. په دې پېښه کې د وژل شويو کسانو په ډله کې څلور تنه يې پوليس او پاته نور يې ملکي وګړي دي. ويل کيږي چې په ټپيانو کې د هرات ولايت د امنيت امر هم شامل دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دولت : هلمند کې ١١ تنه جنګيالي وژل شوي", "output": "د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوال غلام رسول اقا بينواسره وويل چې د افغان او ناټو د ځواکونو د ګډو عملياتو په ترځ کې يې ١١ تنه جنګيالي ، چې د نوموړي په وينا د پاکستان د پنجاب دي ، وژلي او ٤ تنه نور ټپيان شوي دي . ده وويل چې دغه عمليات په ګډه د ګرم سير ولسوالۍ کې د طا� �ب جنګيالو په وړاندې ترسره شوي دي . له بل لوري يو طالب وياند قاري يوسف خبري رسنيو ته ويلي چې تښتول شوي ترکي انجينر يې وژلۍ او د نوموړي مړۍ يې د ګرشک د يخچال په سيمه کې اچولۍ دي .د کورنيو چارو وزارت وياند بشري ددغه خبر پخلۍ نه دي کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار: د پنجوايي امنیه قوماندان ووژل شو", "output": "میرویس جلالزی د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد نعیم تیره ورځ د دغه ولسوالۍ د صالحانو په نامه سیمه کې د یوې پلي ګزمې پر مهال د م این په یوه چاودنه کې ووژل شو . د کندهار پولیس وایې چې له امنیه قوماندان سره په دغه چاودنه کې یو کاناډایی عسکر هم وژل شوی دی. چاودنه د طالبانو له خوا په مشترکه ګزمه شوي ده. په دغه پیښه کې یو افغان ژباړن هم سخت ژول � �وی دی ږ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لباسي شمله دې مه وهه لاسونه", "output": "وای ایمان دې ښه راته معلوم دی په لباسي شمله دې مه وهه لاسونه. نن سهار د کابل د لارو او کوڅو دیوالونه د ولسمشرۍ د کاندیدانو په رنګه عکسونو رنګه شوي وو چې په کې ځینې سرتور، ځینې لونګۍ داره، ځینې قره قلي داره او ځینې پکولداره وو. په بې شمیره عکسونو کې رنګا رنګ لونګۍ او په لونګیو کې ځوړندې شملې سړی خواشینی کوي ځکه چې په کابل او د کابل په ارګ کې تل له لونګۍ څخه د پښتنو او په پښتنو کې د ساده ګوټو د غولولو لپاره کار اخیستل شوی دی. په ارګ کې تل په ملکانو لونګۍ ویشل شوې او د لونګیو په م نځ کې یو څو روپۍ ورکړل شوې او بیا د هغوۍ خولې تړل شوې دي. د دغو عکسو په لیدو د بابرزي شعر هم سړي ته وریاد شي چې: د شملو وطن ته راشه، چې شملې درته په سر کړو؛ ته رڼا د ستورو راوړه، موږ به وینې د زړه درکړو. دغو کاندیدانو چې په عکسونو کې یې لونګۍ په سر کړې او د یو تر شا پکولي هم برګ ولاړ دی، پښتنو ته کومه رڼا راوړې چې له پښتنو څخه د رایې غوښتنه کوي. پښتانه که له یو خوا د هغو کسانو له خوا تل ځوریدلي چې د اسلام له سپیڅلي نوم څ خه ناوړه ګټه اخلي له بل لوري د دوی له دود، غیرت، قام پالنې، ملت پالنې او وطن پالنې څخه هم د تاریخ په اوږدو کې د حکومتي او دولتي مشرانو له خوا ناړوه ګټه پورته شوې ده. په تیرو دیرشو کلنو کې د نورو بدمرغیو تر څنګ پښتني قومي جوړښتونه هم سخت زیانمن شوي دي. د ملکانو او قومي مشرانو تر منځ توپیر په ورکیدو شو که نه نو قومي مشرانو هیڅکله نه غوښتل چې د خپل قوم او خلکو په ګټو سودا وکړي. ملکان په اصل کې هغه کسان دي چې د انګریزانو او د وخت حکومتونو د قومي مشرانو د کمځواکه کولو او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ورڅخه د پيسو په بدل کې ګټه اخیستلې او دغه کار له تیرو اوو کلونو راهیسې لا ډیر زور نیولی دی. کله نا کله قومي مشرانو ته د ملک او ملکانو ته د قومي مشرانو کلمه بې ځایه کارول کېږي، چې توپیر یې باید وشي. په افغانستان کې د قومي مشرانو له کمځواکه کیدو سره د پښتنو ځوانانو پر اوږو پروت بار لا دروند شوی دی. اوس باید ځوانان د خپلو خلکو د ذهنونو د روښانه کولو او د غولوونکو سیاستوالو څخه د دوی د ساتنې لپاره مټې راونغاړي. که د جورجیا په پلازمینه تیبلیسی، د یوکراین په مرکز کیف، د تایلینډ په پایتخت بینګاک او د ایران په پلازمینه تهران کې په میلونو ځوانان، ښځې او نر د بدلون غوښتلو لپاره بې له تورې او توپکه سره راټولیدلی شي نو خدای شته افغاني ځوانان هم له چا کم نه دي او د بدلون غوښتلو او بدلون راوستلو لپاره سره یو موټی کیدلای شي. د ولسمشرۍ په واړه کاندیدانو کې یوازې یو یا دوه په لیکلي بڼه خپله مرام نامه او ځمکنیو شرایطو ته په پام سره د بدلون راوستلو لپاره ټاکلی پروګرام لري نو ځکه دومره مشکله نه دچې د ښه او بد او یا بد او بدتر تر منځ توپیر وشي ولې د ځان پوهولو تر څنګ باید هغه ولسي خلک هم وپوهول شي چې خدای پاک د لیک او لوست له نعمت څخه محروم کړي او یا د ژوند نورو ستونزو دومره بوخت کړي چې د کاندیدانو تر پردې شاته څیرو لیدلو لپاره یې وخت نه وي موندلی. که موږ په لباسي شمله، عکس کې لونګۍ او د ملک په مکارو خبرو بیا بیا وغولیږو نو بیا د ښې راتلونکې هیله باید له مغذو وباسو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتوادبي تړون چمن ، ادبي سېمينار جوړوي", "output": "د پښتو ادب مينه والوته خبر ورکووچي په سهېلي پښتونخواچمن ښار کي د( پښتوادبي تړون چمن ) لخوا يؤ ادبي سېمينار د رواني مياشتي پر اوولسمه نېټه جوړېدونکی دی،د يادوني وړ ده چي نوموړی ادبي تنظيم معنا پښتوادبي تړون چمن د ٢٠٠٨ عيسوي کال د جون پر ديار� �سمه نېټه دچمن د سيمي د لسو ليکوالانو ،شاعرانو او اديبانو په ګډو هڅو تاسيس کړل شو،د دې ادبي تنظيم بنسټيزي موخي دادي چي مورنۍ ژبي پښتو ته رښتنی خدمت وکاندي او ورسره ورسره دچمن دسيمي ليکوالان، اديبان او شاعران بې له کوم توپيره سره رامتحد کړي، د همدې خبري پر اساس دتنظيم غړي په ګډ زيار يؤ ادبي سېمينار جوړوي چي ورپکښې به د پښتو ادبي تړون چمن نوې ټاکل شوې کابينه د سوګند مراسم تر سره کوي، د سيمي ليکوالان ،پوهان او سماجي شخصيېتونه به د خپلو ويناوو په ترڅ کي د پښتو ادبي فعاليت پر ارزښت رڼا واچوي ، د غونډي دويمه برخه به درنه مشاعره وي چي ورپکښې به ټول پتمن شاعران پخپل وار سره خپل خواږه کلامونه ګډونوالو ته واؤروي، د سيمي ليکوالانو او مينه والو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کيږي چي دخپلو ملګرو په شمول زموږ سره په دې ادبي غونډه کي برخه واخلي او دې ادبي سېمينار ته پخپل راتګ سره ښکلا او ځلا وبخښۍ، ځای ؛ د اولسوالۍ د غونډي تالار يا ( ضلعي اسمبلۍ هال )چمن، سلام باباکتابتون او، ډي سي او دفتر څنګ کي؛ورځ ؛ يکشنبه يا اتوار، وخت دماپښين ٣ بجې ، نېټه ٢٠٠٨ / ٨ /١٧ په درناوي ( پښتو ادبي تړون چمن ) عادل اڅکزی/چمن پښتونخواadalachakzai@yahoo.com فون شمېره 0093703041456 0703041456"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند: د ښځو په جامو سمبال غله ونيول شول", "output": "د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې تیره شپه دوه تنه غله چې د ښځو جامي یې پر تن کړي وي د پولیسو له خوا نیول شوي دي . د هلمند والی اسدالله وفا وایې چې دې کسانو د هلمند له یو اوسیدونکي څخه یو ټپ ټپ (موټر سایکل) او یو اندزه نغدي پیسي تښتولي وي چی بیا په یو کور کې پټ او پولیسو ونیول .ښاغلي وفا له دې کسانو څخه د یو شمیر شپی پاڼو ، چاودیدونکو توکو او ماینونو د نیول کیدو خبر هم ورکړ .دا دوه تنه چې د کابل د پغمان او د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي وښودل شول په داسي حال کې نن سهار خبریالانو ته ورښکاره کړای شول چې په لاسونو یې ځولني او پر تن یی ښځنه رنګيني جامي وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لوړې څانګې ګل", "output": "د لوړې څانګې ګل اى ګــــــل رويـــــه شـــــمــــــه رويــ� �ه تـــــه تـــــر اوســــــه خـــــبر نـــــــه يي پـــــوره درې کـــــلـــــــونــه وشــــ� �ــول چـــــى پــــــه تــــــا بــــاندى مــين يم خــــــــــو څـــــه وکـــــړمه جــــانـ� �ـــــــانه تـــــه د لـــــــوړې څـــــانــــګى ګل يي زمـــــــا ډيـــــــــــره بــــې وسـ� �ــــي ده لاس مــــــــې کــــــلــــه درســــــــــيږى بادشاه دين ( مشکور)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لندن كي هم دروحاني دوژونكودنيولو غوښتنه(گزارش)", "output": "لندن كي هم دروحاني دوژونكودنيولو غوښتنه(گزارش) بريالى باركزى په لندن كي دشهيد خبريال عبداصمد روحاني لم ړى تلين په داسي حال كي ولمانځل شو چې ګڼولندن ميشتو افغانانو ليكوالو او شاعرانو ونډه درلوده . په غون� �ه كي دافغان حكومت سره سره پر بي بي سي راديو هم نيوكي وشوې چې ګواكې دصمد روحاني دقاتلينو په وژلو كي جدي ګام ونه نه دي اوچت كړي . دبي بي سي راديو يوه كاركوونكي دخپلو خبرو پر مهال يې دروحاني پر ژوند او شخصيت رڼا واچوله. نوموړي شهيدروحاني يو نوښت ګر خبريال وباله او پر همدې مهال يې له ليكوالو اوقلموالو وغوښتل چې په خپلو ليكنو كي دقلم عفت وساتي او داسي ليكني وكړي چې هغه دهيواد او سيمي په ګټه وي . دغونډي يوه بل وينا وال ښاغلي محمد انور بيا په خپلو لنډوخبرو كي دومري يادونه وكړه چې دروحاني وژنې سخت ټكان وركړى او دهغه دشهادت په ورځ يې ډېر زيات ژړلي دي . بل وينا وال محمد طاهر ناصري بيا روحاني دحقيقت ويلو قرباني وباله او ټينګار يې وكړ چې دروحاني په شهادت به درښتيا ويلو مخنيوى ونه شي . په لندن كي دافغان سفارت دسياسي چارو استازي فريد پوپل هم روحاني ته ددرناوي ترڅنګ وويل چې روحاني په لكونوو انسانانو كي يو وو چې دهغه په وژنه دده په وينا دلكونو انسانانو وژنه وشوه . ده زياته كړه چې اوس په سيمه كي خبريالان ستونزي لري خو په كار دي چې دهغو ستونزو ته پاملرنه وشي . دبي بي بي سي راډيو له دوكاركوونكو څخه بل يما باريز وو چې په خپل وارسره يې دروحاني دكار او زيار ستاينه وكړه . په لندن كي دافغان ملت ګوند استازي فهيم وردګ وويل چې روحاني لمړى او وروستى شهيد نه دى او ده ددغو ستونزو ټوله مسوليت پر جنګ جګړو ورواچاوه . نوموړي وويل چې دژورناليستانو ژوند او ستونزو ته دي پاملرنه وشي . نورالله اتل اوځينو نوروكسانو هم جګړه اصلي ستونزه وه بلله او ټينګار يې وكړ چې دسولي دراتګ او جګړې دمخنيوي لپاره بايد هلي ځلي وشي . مي� �ويس افغان دكوربه دنده پر مخ بيوله او دكندهار دننۍ غونډي راپوريې هم دلندن دغونډي برخه والو ته ورواوراوه . غونډي په يوه خوله له افغان حكومت او نړۍ والي ټولنې وغوښتل چې دروحاني شهيد وژونكي رسوا او جزا وركړي . همداراز په غونډه كي پرېكړه وشوه چې كه افغان حكومت دروحاني وژونكي نه شي پيدا كو� �اى نو دملګرو ملتونو اونړۍ والي ټولنې څخه دي مرسته وغواړي . غونډي له افغان چارواكو،وسله والو طالبانو او نړې والو ځواكونو وغوښتل چې افغانن خبريالانو ته دي دكار پر مهال ستونزي نه پېښوي او هغوى ته دي دبيان دازادي پوره حق وركړي . پوره يوكال وړاندي دافغانستان په سويل لويديځ ولايت هلمند كي دبي بي سي راډيو خبريال عبدالصمد روحاني لمړى وتښتول شو او په سبا ورځ يې مړى وموندل شو. غونډه دلندن په لوېديځه برخه هاروو سيمه كي په ماسا رستورانت كي رابلل شوې وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خپله وم", "output": "دلمر زینی وړانگی خپله ومزما د چمن گو لونه مړاوی د یدرڼو اوبو لاره لټو مد لمر د کور په لوری ځمچی لږ څه روښنا ئ راوبخښی چی لږ څه توان دالو تنی راکړیچی دیواځیتوب له تیارونه ازادسماود ر حمت د باران خبری راته وکړیچی دویښو توپانونو ځغلده فریاد سمدانسانی گډو اندیښنو په کاروان کیپه سفر کی د ز مان ځغلنده رڼا سمد ذ هنیتو نو په تاریکو کی په لو یه لاره د امیدونود لمر زرینی وړانگی لټومد لمر ذرینی وړانگی لټوم کا بل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پروژوي مرستیال ته په اکول اکسس موسسه کې کار", "output": "دنده: پروژه وي مرستیال اداره: اکول اکسس ځای: کابل د اکول اکسس موسسه یوه غیره دولتي انجو ده چې افغانانو ته د مساوي حقوقي خدمتونو د برابرولو په برخه کې کار کوي. تاسو کولای شي چې خپل اسناد د نوامبرمیاشتې تر ۱۵مې نیټې پوري په لاندي پته را ولیږي: Date Announced: 2009-10-08 Closing Date: 2009-10-15 Interested applicants should send their resume to the Human Resources Department, Equal Access -Afghanistan,459, street #4, Qala-e- Fatullah Kabul ,Afghanistan or email at : jobs@equalaccess.af"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار:څلور امريکايي سرتيري وژل شوي", "output": "د کندهار په ولايت کې د واټ د غاړي په یوه چاودنه کې د امريکې څلور سرتيري وژل شوي او دوه نور سخت ژوبل دي .د ائتلافی ځواکونو یو بیان چې همدا نن د شنبې په ورځ خپور شوی دا نه ښيي چې چاودنه دکندهار په کومه سيمه کې رامنځ ته شوي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رایس: په عراق کې مو زیاتې سهوې کړي.", "output": "دامریکې دباندینیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس د بریطانیا دلیورفول په ښار کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې هیواد یې په عراق ډېرې سهوې کړي نوموړې دا سهوې تاکتیکي بللي. له عراق هره ورځ دامریکایي سرتیرو دمرگ ژوبلې راپور ورکول کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "میناد حج یونلیک/ دریمه برخه", "output": "د هیلو ورځ کله چې له خوبه پورته شوم، لمونځ مې دا کړ او تر مختصر سباناري وروسته له کوره په دې نیت ووتم چې یو خو خپل پاسپورت په کابل کې د سعودي عربستان له سفا� �ت څخه را واخلم او بل دا چې د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره یو احرام او څه نور ضروري وسایل له بازار څخه و پیرم. زه لا سفارت ته په لار کې وم چې یو ځل بیا ښاغلي حبیب راته تیلفون وکړ چې راشه او خپل پاسپورت ترلاسه کړه، د سعودي ویزه مو پرې وهلې او تاسو تګ ته آماده یاست. ما پوښتنه ترې وکړه: چې آیا د تګ په لاره کې خو به څه ستونزه نه وي او بل دا چې د آریانا د الوتنې د دفتر خبره څرنګه ده؟ ښاغلي حبیب یو ځلې بیا ډاډ راکړ چې په دې هکله کومه اندیښنه مه کوه ته سفارت ته راشه، سره و به وینو او خبرې به وکړو. کله چې زه په کابل کې د سعودي سفارت ته و� �غلم نو حبیب په ډیره مینه زما پاسپورت را کړ او یو ځل بیا یې هم ډاډ راکړ چې ګواکي دوی د تیر ماښام خبره د آ� �یانا افغان د هوايي الوتنې له چارواکو سره حل کړې ده او په دې هکله هیڅ اندیښنه مه کوی. همدارنګه نوموړي وویل چې تاسو په هغه ډله افغاني حاجیانو کې نه یاست چې سعودي چارواکي مو هغه هیواد ته دداخلیدو مخنیوی وکړي. ح بیب همدارنګه وویل چې بیغمه اوسه او په یوه بجه باندې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورشی چې د مازدیګر په څلورو بجو د آریانا افغان د هوايي الوتنې الوتکه له کابل څخه د جدې په لور پرواز کوي. په سفارت کې خبر شوم چې زموږ د سفر دویم ملګری به د کار او ټولنیزو چارو د وزارت مرستیال ښاغلی واصل نور مهمند او بل ملګری به په ولسي جرګه کې د لغمان د ولایت وکیل ښاغلی انجنیر محمد عالم قرار وي. زموږ د دریم ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي یادونه خو مې مخکې وکړه. د ځینو وسایلو تر پیرلو او د پاسپورت د لاسته راوړلو وروسته بیرته کورته ولاړم او د څه نور وخت لپاره هلته تم شوم. کله چې یوه بجه شوه نو دکابل د هوايي ډګر په لوري و خوځیدو. سره له دې چې زما پاسپورت عادي او توریست وو خو ماته هم د کابل د هوايي ډګر موظفو پولیسو د نوموړي هوايي ډګر هغې برخې ته اجازه راکړه چې مهم کسان پکې ناست وو او راته ویې ویل چې دا دومره خلک له دې لارې الوتکې ته ورځي نو دا یو یې ته هم راځه همدلته انتظار شه. ما ورته وویل خیر یوسی چې ما ته مو هم په دې ځای کې د ناستي اجازه راکړه او له دوی څخه مې مننه وکړه. و مې لیدل چې په ناستو کسانو کې ډیر کسان شناخته وختل او خوږ مجلس مو سره پيل کړ. همدارنګه ځینې خارجیان هم وو چې په دې لړ کې مې له یوه جرمني سره د افغانستان او جرمنې په اړه ګڼې خبرې وکړې او هغوی دوبۍ ته روان وو. ما خپل پاسپورت د خروجي لپاره د پولیسو د دفتر څانګې ته ور وړ لومړی خو یې راته وکتل او ویې ویل: چې ورو� �ه ستاسو پاسپورت عادي دی او له هغه بلې لارې تشریف یوسی خو بیا یوه پښتون پولیس راته وویل چې یاره دومره خلک له دې لارې څخه وزي نو ستا په پاسپورت باندې هم له دې لارې خروجي وهو او له دې خبرې سره سم یې پر هغه باندې خروجي ووه� �ه. په دې ځای کې یوې نکتې ته اشاره کوم هغه دا چې زه کله دلته ناست وم نو لوی لوی جنګسالاران او جنګي مجرمین به راتلل او د خپلو یوه ډله ټوپکوالو او څلورو یا پنځو موټرونو سره به د هوايي ډګر د خاصو میلمنو څانګې ته داخل شول چې د دې ډول خلکو څخه هر ډول احتمالي خطر پیښیدای شي. کله چې زموږ د الوتکې د بورډنګ چارې پيل شوې نو ما دوه ځلې خپل بکس، پاسپورت او ټکټ د بورډنګ مامورینو ته ور ولیږل چې هر ځل به یې رد کړل او ویل به یې چې د دې ډول ویزو خاوندانو ته اجازه نشته چې د سعودي عربستان د جدې ښار د آریانا افغان د هوايي الوتنې په دې پرواز کې سفر وکړي. دریم ځل یې پخپله ور وغوښتم او د آریانا افغان د هوايي الوتنې چارواکو په واضحو ټکو راته وویل: چې م وږ خو د دې ډول ویزو خاوندانو ته پرون ماښام خبر ورکړی چې تاسو په دې الوتنه کې نه شی تللی نو مهرباني وکړی بی� �ته ولاړ شي ځکه چې ستاسو کار نه کیږي. له دې خبرې سره سم زه بیرته هغه پخواني ځای ته ولاړم او په دې وخت کې ساعت د مازدیګر له څلورو څخه واوښت او زما درې نور ملګري هم هوايي ډګر ته رارسیدلي وو. ستونزه مې له هغوی سره هم شریکه کړه او هغوی راته وویل چې که خدای پاک (ج) ور غوښتي وو نو کیدای شي زموږ کار په آخري لحظه کې وشي خو که مو په قسمت کې د حج ادا کول نه وي لیکلي نو کیدای شي چې پاتې شو بله هیڅ چاره نشته. خو له دې سره سره د ښاغلي واصل نور سره یوه راغلي ملګري موږ ته مسلسل خبر راکاوه چې ستونزه د حل کیدو په درشل کې ده. په داسې حال کې د سعودي د سفارت سکرتر ښاغلی حبیب را پیدا شو او د ستونزې د حل زیری یې راباندې وکړ چې الوتکه نور نو د پرواز په � �یکه ولاړه وه، غورهار یې لحظه په لحظه ډیریده، زموږ زړونه د پاڼو په څیر رپیدل، د حرمینو د لیدلو مینه د هیلو او ناهیلیو په یوه سخته معرکه کې ګیر وه چې په منډه منډه مو بورډنګ پاسونه ترلاسه او د الوتکې خوا ته د یوه نوي سپین رنګي کوریايي موټر په وسیله ورغلو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر جورج بوش دموکراتانو ته خبردارئ ورکړ", "output": "د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش، د دغه هېواد د دموکرات ګوند مشران چې په دې وروستيو کې يې د امريکا د کنګرې واک تر لاسه کړى په عراق کې د پوځي او امنيتي عملياتو د د لګښتونو لپاره د ١٠٠ مليونه ډالرو بوديجې د تصويب په اړه خبردارى ورکړى دى. ولسمشر بوش يوځل بيا دموکراتان له عراق څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو د مهالوېش د ټاکلو لپاره د بوديجې په تصويبولو وګواښل .په ځواب کې د دموکراتانو د ډېريو مشر ولسمشر بوش ته خبر ورکړ څو له سياسي اشارو څخه لاس واخلي او دموکراتانو سره موافقې ته ورسېږي. دغه خبرې اترې په عراق کې د څلورو امريکايي سرتېرو له وژل کېدو وروسته ترسره کېږي. د دغې مياشتې جنګي زيانونه په عراق کې د امريکايي سرتېرو د وژل کېدو ترټولو لوړې کچې ښودونکى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتنو ژر تر ژره متحد شی (دنور احمد ویاړ لیکنه)", "output": "د تاریخ په اوږدو کښی په ډاګه � �ویده چه د هیواد ساتونکی او د حکومت جوړونکی د تل لپاره پښتانه پاتی شویدی. پښتون قام ته الله پاک دا استعداد او قدرت ورکړیدی چه څرنګه د نړیوالو معیارونو او میتودونو په بڼسټ یو ملی او ولسی حکومت جوړ کړي. ولی د پښتنو وهمدی توان او عظمت ته هیڅ وخت بهرنیو دښمنانو سر نه دی ایښی بلکه و خپلو شیطانی دښمنیو ته یی په راز � �از تاکتیکونو ادامه ورکړی او په ارامه ندی کښینستلي او هر څه چه په توان کښی لری د پشتون ملت د بربادی لپاره یی نه سپموې. چه څه یی زړه غواړی همهغه کوې. نن ورځ پر ټولو پښتنو باندی جنګ تحمیل شویدی. د دښمن هدف همدا دی چه پښتانه باید مړه شی او په پایله کښی دومره بی واکه شی چه بیا سر را پورته نکړې. همدا اوس اوس د صوات د دری څه � �انیولی بیا تر کنړ – خوست .......... کتدهار – هلمند او بادغیس پوری ټول پښتانه په ناورین لړلی او د غم پر ټغر ناست دي. په دی تحمیل شوی جنګ کښی پښتانه ټوک ټوک او ټوټه ټوټه شول. قومی جوړښتونه له مینڅه ولاړل. هر ځای پښتانه په څان مرګی برید او هوایی بمونو او ګولیو وژل کیږی ، هر ځای چه پخپل کور کی بی کوره کیږی هغه پښتانه دی، د هر روغتون پر بستر په وینو ککړ پروت پښتون دی، کوم چه مال او ثروت یی لوټ او په زورترینه اخیستل کیږی هغه هم پښتون دی. همدارنګه په سلګونو نور دا راز مصیبتونه پر پښتنو را روان دې. ایران او پاکستان هره ورځ نه ب� �که هره شیبه ددی مظلوم قوم دتباهی نوی پلانونه جوړوی. ولی دا حالت په هیڅ شکل د زغم ندی. نن ورڅ یو ځل بیا د پاکستان دISI بد نامی شبکی هغه زوړ شعار چه د روس د تیری پر وخت یی کارولی وو چه افغانانو را پاڅی د اح مد شاه او میرویس پر خاوره یرغل شویدی نجات ورته ورکړﺉ تر لاس لاندی نیولی دی او غواړی چه د افغانانو په تیره بیا د پښتنو او په خاصه توګه د کندهاریانو پاک او سپیڅلی احساسات را وپاروی او د جنګ په ډګر کښی ودروی تر څو هغه شمیر پښتانه چه ژوندی پاته دی په دی ډول د مرګ کندی ته ور وغورځول شی. (همهغه زوړ غويی دی چه بیا کنجاره په خوب ویني). د روس د جنګ پر محال افغانانو ته څه ګټه ورسیده چه اوس راته ورسیږی.کورونو مو کنډواله شول، سړی مو تر خاورو لاندی شول، ښځی مو کونډی او میندی بوری شوی، په نړیواله کچه سوالګر معرفی شول او په پایله کښی روس مات او امریکه راغله. ګته کاملا پاکستانه تا پورته کړل چه د افغانانو د برکته هغه بهرنی لنګه غوا د پیښور په وچو ډاګونو کی درته ودریدل چه له نعمته یی د قصه خوانی تنګ بازار دی اوس په لوړه کچه د خیبر تر دروازی را ووت. ولی باید پښتون قوم پوه شی چه دښمن په هر وخت کښی دښمن دی او هیڅ کله ارام او قرار نلری په دی شپو و� �ځو کښی دښمن په یوه سیاسی مورچل کښی ناست دی چه د افغانانو د راتلونکی ولسمشری د ټولټاکونو څخه په خپله موخه ګټه پورته کړی. همدا لا امل دی چه څه لا پاسه څلوښتو کسانو ځانونه د ولسمشری لپاره نومولی دی. په دی لست کښی هر ډول خلګ لیدل کیږی. څوک د نامه او شهرت لپاره ، څوک د بهرنیو هیوادونو د جاسوسی او پیسو لپاره او ډیر کم کسان د ملت د خذمت لپاره د افغانانو د سرنوشت په سمندر کښی لاهو دی. و به ګورو چه څوک وچی ته راوځی او د افغان م� �ت پر مخ دریږی. خدای دی وکړی چه دا ځل مو ټوله هیلی د تیر په شان نا هیلی نشی. پښتنو په ډیر اخلاص شوق او صداقت خپلی رایی هغه چاته ورکړی او د بری پر میدان یی ودراوه چه د قدرت د رسیدو سره سم یی پښتنو ته شا کړه نه دا چه پښتنو ته لره یی خذمت ونه کړ بلکه قسم خوړلی دښمنان یی پر حاکم کړل. (زه د خپله بخته وچاوته فریاد کړم + چه پرون یی را ته مخ او نن یی شا کړه ). په داسی یو حالت کښی اوس اشد ضرورت دی او په کار ده چه ټول پښتون ټبر په یوه خوله یوه زړه او یوه اواز متحد او یو موټی شی. یو والی د قوم او د ملت سرلوړی دی، وحدت دښمن په ګونډو کوی. یو والی د پښتنو هویت او زوړ دود دی. چه د جرګو له لاری د تل لپاره د ځلانده ستوری په شان په تاریخ کښی د غلیم ست� �ګی ړندی کړیدی. راځی چه یو ځل بیا پښتنی جوړښتونه پیاوړی کړو او ټول لر او بر پښتانه له همدی اوسنی غمیزی څخه وژغورو. په ډاګه او برملا وویل شی چه موږ د جنګ خلګ نه یو او نه هم نور جنګ کوو او نړیوالو ته ثابته کړو چه پښتانه ترهګر ندی دا دصلح او سلا قوم دی. دا د خیر او ښګڼی قوم دی. دا د علم او فرهنګ قوم دی. دا هغه قوم دی چه م خکی د علم او تمدن د کاروان مخکښ ول. حال داچه پښتانه نن ورځ ددی کاروان څخه ډیر ورسته پاتی دی. چه همدا د پښتون دښمنو یوازنی هیله ده. راځی چه لاس سره ورکړو و هغه ورور ته چه ټوپک یی غاړی ته اچولي دی وویل شی چه ته زم ا هیوادوال، زما کلیوال، زما افغان او زما پښتون ورور یی دا دڅه لپاره او د چا د ګټو لپاره جنګیږی. په تا باندی ستا هغه خوږ ورور او ملګري وژنی چه پرون ورسره څنګ په څنګ ښوونځی او جومات ته روان وی. او په یوه انګړ کښی به دی لوبی کولی. څرنګه ستا ایمان دا قبلوی چه پر همدی ملګری او ورور دی د ټوپک خوله راسته کوی او خپله ځوانه خور کونډه او سپین سری مور په سرو اوښکو کښینوی. بالاخره ته پښتون یی او ستا پښتنی غیرت همدا دی چه پرته له اسلامی او پښتنی اساساتو نه د بل په لمسون ته خپل کلیوال او خپل پښتون ورور وژنی؟ دا کوم انصاف ، کوم وجدان او کوم ضم یر دی چه پخپله د کولر یخی هوا ته په نعمتونو کښی د څپلی کورنی سره یو ځای ژوند کوی او تا په سره اور کښی دروی. هغه ستا پروا هم نلری بالاخره تا هم ستا د نورو اډیوالانو په شان د شین سترګو په ګولی وژنی. هر هغه چا چه تاته دا ټوپک درکړی دی هغه ستا د پاک ایمان او پاکو احساساتو څخه سیاسی ګټه پورته کوی . راسه خدای ته وګوره د رسول و روی ته یی وګوره د یتیمانو په اوښکو ککړ ګریړان ته وګوره و هغی بوډی مور ته وګوره چه د اوښکو ویالی یی په مخ کښی جوړیشویدی او هغی ځوانی خور ته وګوره چه څیری ګریوان او په تړمو تړمو اوښکو شپی سبا کوی. پر خپل ځان، پر خپل قوم او خپله کورنی ورحمیږه د ټوپک څخه لاس واخله د خیر او ښیګڼی او واقعی اسلام لار خپله کړه. نړیوال تا � �ره ترهګر وایی حال دا چه ته نه په ترهګری خبر یی او نه هم په ترهګری پوهیږی ته یو واقعی مسلمان یی چه په سره اور کښی درولی یی او د پاکی وینی څخه دی ترهګر سیاسی ګټه پورته کوی. والسلام"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خواږه دردونه", "output": "ماپه خوب کې ديوه ځيرک شاهين غوندې ډېرپروازونه کړي دډېرولوړوغرونود زرينې څوکې مې دخپلووزرونوپه سيوري وياړلې دي زه په خوب کې له همداسې لوړو څوکواوشانداره برجونورالوېدلى هم يم خوددې هرپروازاولوېدونه مې هرځل يوداسې خوند په زړه کې حس کړى چې له يوې ښکلې وېرې ډک وي مګردرد اوانتظاريې ددې نړۍ دترټولوخوږوڅيزنونه هم خوږوالى لري ددغه اولوتواوپرېوتو حس دومره خوږدى لکه کله چې دواړه يوله بل سره په خوښۍ مخامخ شو اودواړه ځانونه يودبل دمينې او وفاپه ښکلوصفتونوسر وو همدغه د ښکلو اوخوږو دردونوسرچېنې دي زه اوس له دغه دردونوسره دومره روږدى شوى يم لکه دسمندرنوڅپې چې له خپل شورسره روږدې وي زه بې له دغه درده دژوند يوه شېبه تيرول هم ګناه ګڼم . خوته بياهم دخپلومهربانيوپه لړکې دومره وکړه چې زما زړه ستاله يادونوسره يو ځاي دهمدغه درد دايمي هستوګنځى شي اوزه پدې وتوانېږم چې خپلودوستانوته ددغې درد يوه برخه دګلونودډالۍ په څېروړاندې کړم . زماهيله داده که کومه ورځ دمرګ فريښته زما دجونګړې خواته راغله نوپه خوښۍ اومينه له غاړې ورکولووروسته به ټينګارپرې وکړم چې زماپه زړه کې ورسره په مينه ولوبېږم اودقيامت په ورځ دخپل خالق په وړاندې ستاله مهربانيومننه وکړم اوورته ووايم چې ددې بدله بې له تانه کوم بل ذات نه شي ورکولۍ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د استخباراتو مدير ووژل شو", "output": "رپوټونه واېې چې وسله والو سړو د خوست ددوه مندهولسوالۍ د استخباراتو ډايرکټر نن سهار وژلی دی .د دوه منده ولسوال زرک مداد معلم يار د دې وژني پخلی کړی.وژل شوی کس مدير حبيب نومېده او د مندزيو ولسوالۍ اوسېدونکى وو.ولسوال زياته کړه : حبيب خان له رخصتۍ وروسته پرون له خپلې سيمې څخه د دندې پر لور روان و، چې په لاره کې د نامعلومو وسلوالو لخوا وويشتل شو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بغلان: د ماین چاودني د استخباراتو دري کارکوونکي ووژل", "output": "د سړک د غاړي د ماین په هغه چاودنه کي چي نن شنبه د بغلان ولایت په یوه اړونده سیمه کي رامنځته سوه په ترڅ کښي يې د چارواکو په خبره درې تنه وژل سویدي په بغلان کي د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي شمس الرحمان رسنیو ته ویلي دي چې د دولت د مخالفینو له لوري یو ځای پر ځای سوی ماین هغه وخت وچاودید کله چي د ملي امنیت د کارکوونکو یو موټر له سیمي څخه د تیریدلو په حال کي و نوموړي زیاته کړې چې چاودنې د دهن غوري ولسوالۍ د استخباراتو مدیر له یو ملګري او موټر چلوونکي سره پدې برید کې وژل سوی دی طالبانو د برید پړه منلي ، ذبیح الله مجاهد وايي چې چاودنه د دوي د ملګري له خوا تر سره سوېده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دقرآن کریم علمی معجزې - پرلپسې لړۍ (اوومه برخه )", "output": "دځمکې طبقې یا پوړونه الله (ج) هغه ذات دی چی اووه آسمانه اوهغو غوندې اووه ځمکې یی پیداکړی. (الطلاق ۱۲). دجیولوژی علم هم په دې باوردی چې ځمګه اووه پوړه لری: ۱- داوبو کلک قشر Lithosphere (water) ۲- کلکه برخه یا وچه Lithosphere (land) ۳- پوګه برخه Asthenosphere ۴- پورتنۍ پوښ Upper Mantle ۵ -کورنۍ پوښ Inner Mantle ۶- بهرنۍ هسته Outer core ۷-کورنۍ هسته Inner core ليتو سفيرچې Lithos دډبری په مانا له کلمې څخه اخستل شوی دځمکې پوښ جوړوی. دغه پوړدنوروپوړونو په پرتله ډیر نازک دی اوپریړوالی یی له سمندرونو لاندې ۸۰ کیلومترو ته رسیږی.دغه له نوروپوړونو څخه کلک اوسوړدی. استنوسفير چې د Asteno ياکمزوری له کلمې نه اخستل شوی دغه پوړ له نیمه جامداو ویلی شوواوسروموادو نه جوړشوی پوړدی. فکر کیږی چې لتوسفیر پر همدې پوړ باندې خوځیږی. له استنوسفير لاندې ډیرې سرې نیمه جامد دډب� �وپوړونه شته چې ۲۹۰۰ کیلومتره پریړوالی لری چې د (Mantle) منتال پوښ په نامه یادیږی. اونظر دځمکی پوښ ته دډیرې اوسپنې اومګنیزیمو درلودونکی دی. دځمکې په مرکز کې دهغې هسته قرار لری چې دپوښ دوه برابره کثافت لری. چې دکثافت دلوړوالی دلیل یی همغه داوسپنې اونکلودالیاژوډیره اندازه ده. هسته له دوو پوړونو څخه جوړه شوې. یوه یی بهرنۍ اوبلنه چې ۲۲۰۰ کیلومتره پریړوالی لری اوبل یی داخلی یا کورنی پوړ چې جامد اوکلک دی اوپریړوالی یی ۱۲۵۰ کی� �ومترو ته رسیږی. دهستې اوبلن پوړدځمکې مقناطیسی ساحه جوړوی . دځمکې دچارچونو کانګېکله چې ځمکه په زلزلې سره ولړزیږی اوخپل درانه بارونه دباندې وغورځوی. (الزلزله ۱-۲).داثقال کلمه یعنې چارچونه اودرانه بارونه. په دې ځای کې دزلزلې په هکله یوه مهمه مسأله بیان شوې. نوې څیړنې څرګندوی کله چې ځمکه سړه شی کثافت لرونکی مواد په اوبلن پوړکې غرقیږی اوسپک مواد پورته راځی له دې کبله دځمکې پوښ لږ وزن لرونکی مواد لکه تورې اوکلکې ډبرې لری. په داسې حال کې چې دځمکې په هسته کې درانه مواد لکه اوسپنه اونکل ډیر دی له دې کبله دځمکې دپوښ لاندی چې له درنو اوبلنو فلزاتو نه جوړه شوې دځمکې له پورتنې سطحې څخه دروند وی. داروښانه شوې هغه برخه چې دفلزاتو ډیرې زیرمې ل� �ی زیاتره زلزلې په کې پېښېږی. دزلزلې په مهال دځمکې دپوښ لاندې درانه مواد داوخت پیداکوې چې پورته راشی څه ډول چې � �رآن عظیم الشأن بیان کړی چې ځمکه خپل چارجونه دکانګو(استفراغ) په څیردباندی غورځوی. دغرونو دندېاوپ� �ځمکه مو غرونه ودرول چې له خوزیدواواضطرابه پاتې شی. (الانبيا ۳۱).دغه آیت وایی چې غرونه دځمکې له لړزیدو څخه مخنیو ی کوی چې داموضوع اوس اوس په جیولوژی علم کې پیژندل شوی ده. پوهانوموندلې چې هرغر دخپل جګوالی لس پنځلس ب� �ابره ريښې په ځمګه کې دننه لری. یعنې چې غر لکه یوه میخ غوندی دننه ځمکه کې ننوتې دی. دبېلګې په ډول دیوریست څوکه چې څه ناڅه ۹ کیلومتره دځمکې پرسردی ۱۲۵ کیلومتره په ځمکه کې دننه ریښه لری. غرونه دځمکې پوښ دخوځښتونو اوټک� �ونو په پایله کی مینځته راغلی . کله چې دوه صفحې یوله بل سره ټکر وکړی ځواکمنه صفحه به ښکته لاړه شی اوبله به پو� �ته راشی اوپه دی توګه غرونه اودځمکې لوړې غونډې جوړوی. ښکتنې پوړ به دځمکې لاندې ځی اویوه بیخلنه ریښه به غرونو لپاره جوړوی. نو هرڅومره چې دځمکې یوه برخه اوچته اولوړه وی په همغې کچې به دځمکې پوښ په هغه برخه کې پریړ وی اوبیخلن به دپوښ یا Mantle په مینځ کې به مخکې تللی وی. پروفيسر سياويدا دنړې وتلی جيولوجست وایی: د وچې دغرونو اود سمندرونو د غرونو په مینځ کې توپیر د دوی د مواد په مینځ کې دې. خو دواړه داسې ريښې لری چی دوی استواره ساتی. . آیا ځمکه مو مهد یا بستره اوغرونه مو میخونه(موږی) جوړنه کړل. (النبا ۶-۷). اوغرونه مو ستنې (النازعات ۳۲).ارسها يعني ریښه لرونکی، ثابت اوټکوهل شوی. غرونه دځمکې په پوښ کې غزول شوی اودځمکۍ لاندی کرښې یو له بله سره تړی. دځمکې دمخ په تثبیت سره غرونه دپوړونو له ښویدو اوپه Magmaباندې دصفحو له تویدو څخه مخنیوی کوی. عينا � �که دلرګیو تختې اوکندې چې یو پر بل میخ شوی وی. دغرونو په واسطه دغې د تثبیت عملیی ته په ساینس کې Isostasy وایی. ايزوستازى عبارت دی د پوښ د پوړ دقوی توازان پورته خواته اودځمکې دقشرلاندې لورته. هغه ډول چې غرونه د� �برو د ورستېدو، دخاروی دکمېدو اودکنګل دویلې کیدو له کبله کوچنی کیږی په همدغه ډول کولای شی دکنګلځایونو دجوړیدو، اوغورځونکو چاودونو اودخاورو دټولیدو له کبله ستر شی. بناپردې کله چې غرونه سپک شی دموجودې قوې له لارې په مایعاتو کې پورته خواته ټیله کیږی اوپه هغه صورت کې چې غردروند شی دثقل قوی له لارې دپوښ دپوړ لورته ښکته ځی. نن پوهیږو چې دځمکې د مخې ډبرین پوړدچاودو له کبله د لامبووهنکوصفحو په څیر داوبلنې لاوا په مخ قرارلری. ځکه چې ځمکه په ډیرې چټکتیا سره په خپل محور راڅرخی که چیری غرونه دثبات لامل نه وی دغه صفحې به تل دځای دبدلیدو په حال کې وای. په دې صورت کې به دځمکې په سر خاوره نه ټولیده او خاورې اواوبو به له یو بله سره تراکم نه کولای ، نباتات به نه راشنه کیدل . لارې اوکورونه به نه شوای جوړیدلای. لنډه داچې ځمکه به دژوندانه لپاره ناممکنه وای.د الله (ج) په مهربانی سره غرونه لکه دموږیو په څیرعمل کوی اوترډیره بریده دځمکې دسطحی دخوځښتونو څخه م خنیوی کوی. اودغه دلوړې پوهې بیلګه سلګونه کاله مخکې په قرآن کې بیان شوی ده. دغرونو خوځښتونه قرآن کريم فرمایی چې غرونه ولاړنه دی بلکې تل دخوځښت په حال کې دی. اوغرونه چې جامدوینې، لکه دوریځو په شان په خوځښت کې دی. (النمل ۸۸).دغرونو دغه خوځښت دځمکې دقشر دخوځښت له کبله مینځ ته راځی . دځمکې قشر دپوښ په پوړباندې خوځیږی. لومړی ځل یوه آلمانی پوه الفرد وگنر په شلمه پیړۍ کې روښانه کړه چې لوېې وچې په لومړی سره کې یو له بل سره نښتتې وې اووروسته بیا دخوځښت له کبله یو له بله بیلې شوې اویو له بله لرې شوې. پنځوس کاله وروسته له ده نه په کال � �۹۸۰ کې ځمکې پېژندونکی دده دنظریې په حقیقت پوه شوې. پنځه سوه میلیونه کاله وړاندې دځمکې لویی وچې یوله بل سره تړلې وی اوپه سویل قطب کې یی قرار درلود چې پوهانو ورته پانګیا نوم ورکړی. یوسلو اتیا میلیونه کاله مخکې دغه پانګیا په دوو برخو وویشل شوه، چې ورته ګوندوانا نوم ورکړشوی چې افریقا، آسترالیا، انترکتیکا، اوهند په کې � �امل وو. اودوهمې برخې ته یی لوریشیا نوم ورکړی شوی چې اروپا، شمالی امریکا، اوآسیا پرته له هنده په کې شامله وه. چې یوسلو پنځوس میلیونه کاله نور دغه دوه لوېې وچې په وړو برخو وویشل شوی. له پانګیا څخه جوړه شوې ټوټه په چټکۍ سره څوسانتی متره په کال کې خوځښت لرې چې دغه حرکت دځمکې پېژندوکو له خوا داسې تشریح شوی دی: دځمکې قشر اودپوښ دپوړپورتنۍ برخه چې سل کیلومتره پریړوالی لری په داسې پاڼو ویشل شوې چې Plates پلا تس په نامه یادیږی. � �پږ لوی پاڼې یا صفحی اوډیرې نوری وړوکې پاڼې دی. دپاڼودفرضیی له مخې دغه پاڼې دځمکې په سر حرکت کوی چې زیادتره یی � �ویی وچې له ځان سره وړی. دلویو وچو خوځښت په کال کې له یوه نه ترپنځو سانتی مترو پوری اټکل شوی دی. اوځکه چې داپاڼې تل په خوځښت کې دی دجغرافیایی بدلونونو سبب ګرځې دبېلګې په ډول داطلس بحر هرکال یوڅه پراخیږی. مهم تکی دادی چی قرآن غرونه لامبو وهونکی اوخوځیدونکی ښوولی اواوسنۍ پوهه هم لویی وچې خوځیدونکې جوتوی اودا خوځیدنه داسې نه ده چې په سترګو ولیدل شی پس آیا دامعجزه نه ده هغه څه چې په شلمه پیړۍ کې خلک پری پوه شول په اووم ه پیړۍ کې بیان شوی وو په داسې حال کې چې هغه وخت به دومره خلک ددی آیتونو په اصلی مفهوم نه پوهیدل اودا بل دلیل دی دالهی کلام په اعجاز."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دام (ادبي ټوټه)", "output": "دمرغيوسيلونه په هرځاى اوهروطن كې شته ،خوزمازړه بيادخپل هېواد،دم� �غيوپه مينه كې زښت ډېرښكېل دى ،هو،دهروګړي زړه ته دخپل هېوادشتۀ ورګران ودمرغيوپدې سېلونوكې نران اوښځينه چې ځينې يې وادۀ شوې ،خوځينې يې بياتراوسه نه دي وادۀ شوي ،پدې تمه وخت تېروي چې كومه وړ جوړه پيداكړي اوژوندورسره ش� �يك كړي ،دا دژوندانۀ كارونه دي ترسره كيږي به پسې ،خوزماپام پدې سيلونوكې يوسېل ته ور واوښت اوپدې سېل كې ديوې مرغۍ په حالت ډېر وځورېدم ،لااوس هم ځوريږم اوپه ذهن كې يې راسره سل فكرونه ملګري كړيدي ،كله چې دهغې مرغۍ بدح الت رانه هيرشي ،نودبلې مرغۍ په ليدو بياهم دښكېلې شوې هغې حالت راپه يادشي اودېته مې اړباسي چې له ډېرافسوسه سريې بلې خواته وښورم اوله ځانه ووايم چې ( څۀ ،څۀ ،څۀ . . .)تاسوپوهيږى چې هره مرغۍ يوه ځانګړنه اودنده لري ،خودښكېلې شوې مرغۍ دنده مخكې له ښكېلدلواوښكيلولوڅخه داوه چې كله به په سېل كې راغله نوخلك يې دراتګ له امله پدې خبرېدل چې نن به اسمان وريېځ وي ،سباته به باران ووري . . .دايوه ښځينه مرغۍوه چې تېروېستل شوې وه ،نه پوهېږم چې تېروتې مرغۍ به دكومې هيلې لپاره دخپل جنس له هغه سره ملګرتياكوله ،ښايي څه تمه يې ورته لرله ،دهغه په مينه يې باوردرلود،خداى خبرچې هغه به څه څه غورې اوباټې ورته كړي وي . . . ښايي دېته ورته يوڅه وي چې خواركۍ مرغۍ له هغه سره په لاره تله اوملګرتيايې ورسره كوله ،لدې څه خبره وه چې هغه يې په دام كې ښكېلوي ،داسې يې ښكېلوي چې بياهېڅ وخت ځان ترې خلاص نه كړاى شي .!زه څه خبروم نوموړې مرغۍ . . . پداسې حالت كې ده ،يوه ورځ مې يودوست راته ووې چې هغه م رغۍ په دام كې ښكېله شوې ،ماونه پېژانده ،ورته ومې كومه مرغۍ ؟ ـــ چې په راتګ سره يې خلك له شين ،برګ . . . اسمان څخه خبريدل .ددې خبرې په اوريدو مې اوښتان نېغ ودرېدل ،زه لاپه سوچ كې وم ،دوست مې راته ووې ،راځه هغه دام د� �باندې ووينم چې نوموړې مرغۍ پكې ښكېله شوې .* * *دخزان وهلې ونې غوندې يې يوه يوه پاڼه باد� �ېژوله ،داسې چې ونه لا پرځان هم نه وې خبره اودخزان باديې ورور پاڼې رېژوي چې بېلاخېره لغړه يې كړي . . .مرغۍ هم دېته په ورته حالت كې وه ،خوهغه پرځانه لا نه وه خبره چې يوه يوه بڼكه يې شكېدله اولاندې په خاورو كې لوېده ،مرغۍ � �اهم دځوانۍ سندرې وېلې ،خندل يې اوپه وېښه يې دهغې تمې اوهيلې خوبونه ليدل چې ددې په زړه كې وه،همدغې تمې اوهيلې يې په سترګو داسې پردې غوړولې وې چې ددې دښكېلولولپاره يې په پښوكې ورته غوړېدلى اوچمتوشوى دام نه ليد،خدايزده � �ه هغې سره به څه هيله وي ،پدې يوخداى ښه پوهيږي ،خوزه دومره پوهېږم چې د دام ځاى ته دنوموړې مرغۍ تګ بې له كومې هي� �ې اوتمې ناشونى ؤ. . .دام هم ډېربېرحمه اوظالم ؤ،ځكه چې دام ډېركله مرغۍ په پښوكې نيسې ،خودغې بې زړسويه دام ،ياده شوې مرغۍ په مرۍ كې ونيوه اوبيايې چا اواز وانه ورېدۀ .انسان څومره بدرنګ دى ،انسان څومره ښايسته د� �"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تا څنګه هېره كړم", "output": "خيالونو كې مې وساته،خوبونو كې دې ځاى راكـــــــــــړه ته ماته زماځانه،خپل فكرونو كې دې ځاى راكـــــــــــــــړه ته له مانه ولې يې خفه ،ته خو يې جانان زمـــــــــــــــــــــــــــا تانه بغير زه نه يم ، سوچونو كې دې ځاى راكــــــــــــــــــړه تاكړم هېره څنګه ،نوروته په كوم نظر ور وگـــــــــــــــورم دې كلي نه لاړشم څنګه ، خيالونو كې دې ځاى راكـــړه ته يې لمر زما دلبره ، ستوري اوسپوږمۍ مې تـــــه يې دې بې وسه زنده ګۍ اوپه ماښامونوكې دې ځاى راكړه تل مې ستا ديدار كړى تل مې ته غوښتلې يــــــــــــــــــــــې هېر شوې شمشادستايم په يادونو كې دې ځاى راكـــــړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اغزنو ګوتو څانګه مو ولې پرېکړه ؟", "output": "بشارت _ کابل اى د څانګې وژونکيه ! ته خو به هم له کومې مور څخه پيداشوى يي او تاخوبه هم دکومې مور شېدې رودلې وي ، ته خو يو دم له کومې تيږې او ياکومې ونې څخه زلمى نه يې پيدا شوى ، بلکې مور او پلار خوبه دې درلودل . اى د څانګې غوڅوونکيه ! که تاته دانسان خطاب وشي او يا ته ځان په انسانانو کې شمېرې ، خو انسان بيا يوه داسې انسان ، چې هغه د ملت ژبه بلل کيږي نه وژني . ته څه ډول انسان وې ، چې تا دڅانګې د وژلو پلان جوړاوه ، ته څه ډول انسان وې ، چې پرهغې دې ګزارکاوه او دهغې د ژوند داخيستو لپاره دې را ودانګل ، زه اوس هم فکر نه کوم، چې څانګه به انسان وژلې وي ، ځکه هرډول انسان به دهغې ماتېدو ته زړه نه و ښه کړاى ، خو زه فکر کوم چې ته به دانسان په جامه کې . . . .وې، خو ته به ورته انسان ښکاره شوى وې . اى د څانګې ماتوونکيه ! ته چې هرڅه يې ، خويو عجب مخلوق يې، تا څانګه دکومې ګناه په خاطر په ابدي خوب بيده کړه ، دهغې ګناه ښه خبريالي او وياندويي وه او که خداى ورکړې ځواني ؟هغې خو د ځينو وينه زبېښوونکيو په څېر د چا اولادونه او کورنۍ په خواږه خوب نه وې وژلې ، هغې خو د ځينو په څېر په زندانونو کې د چا نوکان او ويښتان نه و، وېستلي او هغې خو د ځينو په څېر د ژبې ، قوم او ګوند په جرم د چا ژوند نه و اخيستى . اى وژونکيه ! ستا په سترګو څ ومره د وحشت پرده غوړېدلې وه ، چې تاڅانګه غوڅوله او دهغې پرې کولو ته دې اغزنې ګوتې وروړې . اى وژونکيه ! په دې وخت کې ، چې تا په څانګې ډزې کولې د هغې معصومه څېره ستا په ذهن کې انځور نشوه ، په دې وخت کې دا در په ياد نشول ، چې که يې ونه وژنې هغه به يو ځل بيا سبا د تلويزيون په پرده په ښکلو چورمداره افغاني کاليو کې را څرګنده شي او په ګلا بينو شونډو به د خپرونې د پيل انانس ورکړي . وژونکيه ! اوس ته چې هرڅه يې هغه به يې ، خو څانګه دې د ځمکې پر سر ژوندۍ ونه لورېده او په خاورو کې دې ښخه کړه ، ته څه فکر کوې چې يوه ورځ به ته هم دې تورو خاورو ته لاړ نشې ؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسفنديار ولي خان په سټاکهولم کې (رپوټ)", "output": "د لرې پښتونخوا د فخر افغان پاچا خان د ملي نیشنل عوامي پارټي مشر اسفندیارولي خان ، نن د جمعي په ورځ د ماپښین په څلورو بجو ، په سټوکهولم کې د مې� �تو پښتنو سره د لېدنې په موخه د سوېډن هېواد ته راورسید . د اسفندیار ولي خان د راتګ په ویاړ یو ګن شمېر پښتانه د هغه ښه راغلاست او ستړي مشۍ ته د سټوکهولم د سکاوستا په نوم هوايي ډګر ته ورغلي وو . کله چې د پښتنو ستر مشر اسفندیار ولي خان له الوتکې څخه پلئ شو ، د ګڼو پښتنو له خوا د رنګارنګه ګلانو په پاشلو او د پښتنې ولولو او احساساتو په ښوولو سره بدرګه شو . سټوکهولم مېشتو پښتنو د هغه د سپرلۍ موټر له هوايي ډګر څخه د هغه د استوګنځي پورې په خوښۍ ، مېلې او جشن سره بدرګه کړ . ډيرئ ځوانانو د سرخپوشانو سرې خولۍ پر سر کړې وې ، چې په هوايي � �ګر او لاره يي د لېدونکو ځانګړې پاملرنه ځانته اړولې وه . د هغه لپاره په موقت استوګنځي کې د ستړې مشۍ په ناسته کې ، سناتور حضرت خیبر ، حمید ورور ، ډاکټر مسعود سرلوڅ ، ډاکټر خپلواک ، د بایزي خان خوره يي توریالي خان او په ستوکهولم کې د نيشنل پارټۍ مشر خان ګل خان او نورو ، د پښتنو سترمشر او دروند میلمه ته ښه راغلاست ووایه . مشر پښتون اسفندیار ولي خان د تاوده هرکلي په مناسبت ، له ګډونوالو څخه مننه وکړه . روسته ټولو ګډونوالو ، د سنګین ولي خان د مړینې په مناسبت اسفندیارولي خان ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او په اسفندیار ولي خان باندې يي د هغه په استوګنځي چارسده کې روستۍ تروریستي حمله وغندله . لوی مشر اسفندیارولي خان به څو ورځې نور هم په سويډن کې اوسې او په ګڼو ښارو کې به له پښتنو سره لېده کاته وکړي . د هغه د لېدنو او خبرو په اړه به ، رسنیو ته مالومات وړاندې کیږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په نړيواله کچه د تېلو بيه لوړه شوه", "output": "د اوپک د تيلي ټولګې بيه د تېرو اتو مياشتو په لړ کې په هر بېرل کې د اويا ډالرو له پولې تر تولو لوړې کچې ته ورسېد. د دغه سازمان د تيلي تولګې بيه تېره ورځ د تېرې ورځې په پرتله اته شپيته سنټه لوړه شه او په هر بېرل کې اويا ډالرو او نوي سنټو ته ورسېد. د اوپک تيلي ټولګه چې ددې سازمان د ١٢ غړو بيه ده ايران، عربستان، نايجريا، اکوادور، آنګولا، امارات، ونزويلا، لبيا، قطر او الجزاير هېوادونه په کې شامل دي. د بلومبورګ د راپور له مخې د اومه تيلو نړيواله بيه د جمعې په ورځ په لږ کموالي سره د تېرې ورځې په پرتله مخامخ شو. په همدې حال کې د اوپک د تيلو صادروونکي هېوادونو د سازمان مشر ټينګار وکړ، د تيلو بيې سخت لوړوالى به د نړيوالې اقتصادي ودې په زيان وي خو د تيلو ٨٠ ډالري بيه په بشپړه توګه د توليدوونکو او مصرف کوونکو هېوادونو لپاره مناسب وي. عبدالله البدري وويل: د اوپک تر ټولو مهمه موخه د تيلو په بازار کې د ټيکاو ټينګښت دى او د هر بېرل لپاره انډوله بيه د منځنۍ بيې ٧٠ تر ٨٠ ډالره دي. هغه وايي: د تيلو بيه بايد په دې کچه تثبيت شي چې د تيلو او ګازو په نوې پروژه کې پانګونه په بېلا بېلو هېوادونو دليل ولري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسلامي حزب اوطالبان دواړه دځانمرګي بريد ادعاکوي", "output": "د پکتيکا د ننني ځانمرګي بريد مسوليت اسلامي حزب او طالبانو دواړو پر غاړه اخستی. هارون زرغون، چې ځان د اسلامي حزب وياند بولي وايي په بريد کې يې د افغان ځانګړي ځواک سرتېري وژلي دي. طالب وياند هم ورته ادعا کړې خو د ارګون امنيتي چارواکي وايي د بريد کوونکي له اسنادو داسې برېښي، چې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکی دی او د وزيرستان د اعظم ورسک او انګور اډې له لارې اورګون ته ننوتی دی. په دغه بريد کې لس تنه وژل شوي او د شلو په شاوخوا کې نور ټپيان شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې به لسګونو زرو کسانو ته کارپیداشی(رپوټ)", "output": "په کندهار کې به لس زره تنه عام خلک په کارونو وګمارل شي تیره اونۍ د کندهار په ولايتي شورا کې د يوې جوړې شوې غونډې په تر څ کې د کندهار د ولايتي بيا رغونې ډلې له خوا وويل، شول چې د دهلې د بند د جوړېدو کار به لږه موده وروسته پيل او لس زره تنه عام خ� �ک به پر کار وګمارل شي . د کندهار ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د هلې د بند د جوړېدو په اړه په کندهار ولايتي � �ورا کې په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د پي ار ټي استازي وويل، د دهلې د بند په اړه په لومړي سر کې دوی غواړي د خلکو او په تېره د ولايتي شورا نظر معلوم کړي، چې اوسنی بند بايد له سره ورغول شي او که په کومه بله سيمه کې د اوبو لپاره بل بند جوړ شي.د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې په استازيتوب يو تن انجنير غونډې ته د خبرو پر مهال يادونه وکړه چې دوی به د ولايتي شورا او يو شمېر عامو خلکو د نظرونو تر اخيستلو وروسته کابو دوې م ياشتې وروسته د دهلې د بند کار پيل کړي.د نوموړي له خوا د يادې شوې پروژې په اړه غونډې ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وويل شول چې د دهلې د بند پروژه دوې مياشتې وروسته پيلېږي او د پروژې تر بشپړېدو وروسته به هڅه وشي چې پينځه زره هکټاره مځکه نوره هم له همدې لارې خوړوبه شي.احمد ولي کرزي چې د يادې شوې غونډې مشري يې پر غاړه لرله، د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې له استازو څخه وپوښتل چې اصلاً د دوی په پلان کې کومې لارې ته لومړيتوب ورکول شوی دی، يعني د دوی په نظر نوی بند بايد جوړ شي او که اوسنی بند ورغول شي؟د پي ارټي استازي د ښاغلي احمد ولي ک� �زي د پوښتنې په ځواب کې يادونه وکړه چې دوی لا په دې اړه د پلټنو او سروې په حالت کې دي او تر پلټنو وروسته به په دې اړه پرېکړه کوي چې نوی بند بايد جوړ شي او که اوسنی بند وکارول شي.احمد ولي خان کرزي وويل، تاسې پوهېږئ چې د کندهار ولايت د اقتصاد زياته برخه پر زراعت ولاړه ده او سږ کال بارانونه ډېر لږ شوي دي، چې له همدې کبله د کومو کسانو مځکې چې يوازې د باران په اوبو خړوبېدلې هغوی ټوله له سخت زيان سره مخ شول، د نوموړي په خبره کومې مځکې چې د بند په اوبو خړوبېږي که څه هم له بند څخه اوبه ورته را خوشې شوې دي خو د ښاغلي کرزي په خبره فکر نه کېږي چې هغومره حاصلات دې ترې واخيستلای شي څومره چې د باران په اوبو ترې اخيستل کېږي.د دهلې د بند په اړه ښاغلي احمد ولي کرزي د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې له راغلي پلاوې څخه د يوه وړاندېز په توګه غوښتنه وکړه چې دوی بايد تر هر څه وړاندې د ياد شوي بند سروې يا پلټنې ته لومړيتوب ورکړي تر څو په ښه توګه جوته شي چې پر ځای يې بايد نوی بند جوړ او که اوسنی بند و رغول شي. د ښاغلي کرزي په خبره د هر کال په تېرېدو سره د دهلې د بند د مځکې لاندېنۍ سطح شل انچه يا تر دې هم زياته برخه رالوړېږي، نو په دې توګه که چېرې د نوموړي بند په اړه دقيقه پلټنه او د نوي بند د جوړېدو په اړه پاملرنه ونه شي، څو کلونه وروسته به له همدې امله کندهار له ډېرو سختو ستونزو سره مخ شو.احمد ولي کرزي يادې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ، که چېرې د کاناډا دولت غواړي له افغانستان او په تېره له کندهار ولايت سره رښتنې مرسته وکړي نو دوی بايد په دوو مهمو اړوخونو کې چې ټول مسايل ورپورې تړلي دي مرسته وکړي، هغه لکه زراعت او د څښلو اوبه. د نوموړي په اند که چېرې کاناډا دولت په يادو شويو دوو برخو کې له کندهار سره هر اړخيزه مرسته وکړي نو دا به د کاناډا په تاريخ کې له افغانستان او په تېره له کندهار سره د دوی يو لويه م رسته او همکاري وبلل شي.د ښاغلي کرزي زياته کړه، څه موده وړاندې په کندهار ښار کې د څښلو د اوبو په اړه د سي� �ا موسسې په مرسته يوه سروې تر سره شوه خو هيله يې وښوده چې د هماغې سروې له مخې بايد عملي کړنې تر سره شي. په غونډه کې د پي ار ټي استازي يادونه وکړه چې دوی د هغه سروې د راپور پر بشپړېدو کار کوي.احمد ولي کرزي په تکرار سره وويل، نوي جوړېدونکي بند او يا هم اوسني بند ته بايد داسې دروازې په پلان کې ونيول شي چې هر عادي کس يې د پ� �انيستلو توان ونه لري، چې په وينا يې اوسمهال خو هر سړی کولای شي چې د بند دروازه پرانيزي او يا يې له خپلې اړتيا سره سم بنده کړي. نوموړي وويل، له يادو شويو دوو ستونز څخه يوه خو په پي ارټي يا ولايتي بيارغونې ډلې پورې تړاو لري چې د بند دروازو ته يا خو لوی او سم قلفونه ور واچول شي او يا يې دروازې بدلې شي. او بله موضوع چې د ولايتي شورا تر جوړېدو وړاندې کوم وخت چې په کندهار کې انجنير پښتون والي و، د اوبو رسولو رئيس د خلکو له خوا ووډبول شو ان تر دې چې سر يې ور مات کړ. د ښاغلي کرزي په اند په کندهار کې د اوبو پر سر د شخړو او جنجالونو لړۍ له � �ېر وخت راهيسې دوام لري او اوس هم پر ځای پاتې ده.د پي ار ټي يا ولايتي بيارغونې ډلې د استازي له خوا د احمد ولي کرزي د خبري په تعقيب وويل، دوی ټينګار کوي چې لومړی خو بايد په بېړني ډول د دهلې د بند ټولې پينځه سره دروازې نوې جوړې شي تر څو په بېړني ډول ياده شوې ستونزه حل شي.ښاغلي کرزي د غونډې په وروستۍ برخه کې غوښتنه وکړه، که چېرې د سربند له پله سره هغه ځايونه چې اوبه ورباندې را اوړي، مخه يې پاکه او څه نا څه کار ورباندې وشي د نوموړي په وينا دا يو عادي کار دی چې بايد دا هم په بېړني ډول تر سره شي.د کندهار د ولايتي بيارغونې ډلې استازي د ښاغلي کرزي وړانديزونه ارزښتمن وبلل او يادونه يې وکړه چې دوی په لومړي سر کې هغه کارونو ته لومړيتوب ور کوي چې په بېړني � �ول ورته اړتيا ده لکه د دروازو لپاره د قلفونو سيسټم په دويم پړاو کې ټوله لويه وياله بايد له سره جوړه او و� �غول شي خو د نوموړي په خبره د لويې ويالې جوړېدل او ترمېمېدل هغه مهال کېدای شي چې اوبه پکې نه وي.که څه هم د دو� �ت له خوا څو ځله وړاندې هم د دهلې د بند د جوړېدو په اړه ژمنې شوې خو لا تر اوسه يې عملي چارې نه وې پيل شوي، دا ځل د پي ارټي يا ولايتي بيا رغونې ډلې له خوا په دې اړه ګړندۍ هلې ځلې ښيي چې ممکن دا ځل يې د جوړېدو کار پيل شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: دد یوسف خیلو ولسوالۍ مقر مو الوزولی", "output": "طالب ویاند ذبیح الله م جاهد واېې چې د یو دقیق برید په ترځ کې یې تیره شپه د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ مقر الوزولی او افغان دولت ته یی د سر او مال دروند ځيان اړولی .عینی شاهدانو بیا ویلې :چې طالبانو د پولیسو یو رینجر موټر چې د افغان پوځیانو په برگو بړستنو ، بالښتونو او د پخلنځی په وسایلو بار وو هم له ځان سره وړی دی، او دوي دا موټر په سیمه کی لیدلی چې د پاکستان په لور روان کړای شوی وو .آه خوا امنیه قوماندان نبی جان ملا خیل بیا دا تو� �ونه رد کړي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاكستان سترې محكمې نواز او شهباز نااهله وګرځول", "output": "اسلام اباد- د پاكستان ولسمشر، د سترې محكمې له خوا د مسلم ليك ن ګوند د مشر نواز شريف او د هغه د ورو او د پنجاب د اعلى وزير شهباز شريف تر نا اه� �ه ګرځولو وروسته هلته تر دوو مياشتو پورې ((والي واكي)) يا ګورنرراج اعلان كړى دى. د شهباز شريف تر نااهلۍ و� �وسته د پنجاب حكومت او كابينه هم ړنګه شوې او د پاكستان د اساسي قانون د ۲۳۴ مې مادې له مخې والي واكي اعلان شوې ده. د مسلمليګ نواز شريف ګوند غړو په دې اړه احتجاج كړى او پخپله نواز شريف ويلي، چې ده له زرداري سره معامله ونه كړه، ځكه خو سترې محكمې ددوى په اړه دغسې پرېكړه كړې ده. د سترې محكمې پر دې پرېكړه د پاكستان نورو سياسي ګوندونو، عمران خان، قاضي حسين احمد او افتاب احمدخان شېرپاو هم نيوكې كړې دي. د سياسي چارو كارپوهان وايي، كه دا موضوع اواره نشي كېداى شي پاكستان يوځل بيا له ستر كړكېچ سره مخ شي او د خلكو اوسنى حكومت ړنګ او پوځ واك ته ورسيږي. رپوټونه وايي، د نواز شريف د نااهله ګرځونې په موضوع كې له پاكستان سره امريكا همغاړې ده ، ځكه هغه په يو شمېر مسايلو كې د امريكا پر وړاندې خنډ و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکابل په خیرخانه کې چاودنه شوې.", "output": "دکورنیو چارو وزارت درسنیو دفتر بینوا ویبپاڼې ته وویل چې نن سهار اته نیمې بجې دکابل ښار شمال لور ته دخیرخانې په حلقوي سړک په یوه بایسکل کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي مواد وچاودیدل چې له امله یې یوه کرولا موټر ویجاړ شوی او کوم ځاني زیان نلري. دوی دچاودنې موخه ښایي تیریدونکی دایساف کاروان له سیمې وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خـــــــــوســـــــــــــــــــــــــــتۍ خــــــــــــــــــــــــــــــــــور ته !", "output": "يادښت : دوه شپې وړاندې د خوست ديعقوبيو ولسوالۍ هغه ميرمن چې لور يې په روغتون کې زېږدلې وه او کورته په لاره وو ، امريکايي سرتېرو پرې ډزې وکړې او دغه نوې زيږدلې نجلۍ ( چې لا يې يو ساعت هم دنيا کې نه و تېر کړى ) ، دهغې مور او څو تنه نورې ښځې يې ټپيانې کړې . نعمان دوست – کابل د وري ٣٠مه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "١١ جنګيالي هلمند کې وژل شوي", "output": "هلمند کې امنيتى چارواکو ادعا کړې ده چې دګډو عملياتو په ترځ کې يې ١١ تنه طالب جنګيالى د سنګين ولسوالۍکې وژلى دي .د وياند محى الدين په ويناکډ عمليات پرون پيل شوي چې � �اهم روان دي .ده ونه منله چې دولتى او ائيتلافى ځواکونو ته په کې مرګ او ژوبله اوښتې. د طالبانو يو وياند قاري يوسف ادعا کړې چې ٥ تنه دولتى عسکر يې مړه اويا ټپيان کړي دي. ده هم ونه منله چې طالب جنګيالى د جګړې په ترځ کې وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوازې په ((پوهنتون)) او ((پوهنځي)) نه شل كيږي!!", "output": "په بینوا کي د ښاغلي ګهیځ صیب دلیکني د � �یکلو له امله د هغه څخه ډیره مننه کوم چې زموږ د ملي ژبې په هکله یې خورا ګټور مطالب لیکلي او یو ځل بیا یې د هیواد د لیکوالانو پام دغه مهمې موضوع ته ور اروړلی دی. دا چې څرنګه کولای شو د افغانستان ملي ژبې پښتو ته خپل حق ترلاسه کړو هغه پوښتنه ده چې د ټولو بااحساسه افغانانو په ذهنونو کې راګرزي او په خپل ژوند کې د هغه تاریخي وخت لپاره لحظې شمیري چې دغه هیله د حقیقت جامه واغوندي. خو زموږ د لټۍ او سستۍ له امله له بده مرغه چې دغه حقیقت نه دی تر سترګو شوی. د خدای لپاره څرنګه یو اقلیت یا لږکی کولای شي چې د خپلو غلطو هڅو په وسیله یوه پردۍ ژبه په موږ باندې و تپي او موږ نه شو کولای چې یوه روا او قانوني غوښتنه د خپلې ملي ژبې په هکله په عمل کې پلې کړو؟ پیغو� �، پیغور، پیغور که یې را لنډه کړو او له شعارونو څخه تیر شو نو کولای شو چې په لاندې ډول خپلې ژبې ته ورک شوی حق ترلاسه کړو، ملي یې کړو او د سیالۍ په ډګر کې یې له نورو ژبو څخه په ملي او نړیواله کچه وړاندې کړو: لومړی: ټول پښتانه حکومتي چارواکي، سوداګر، استادان، زده کوونکي، محصلین او عام وګړي دې کوښښ وکړي چې د ژوند په ټولو چا� �و کې پښتو وکاروي، خبرې پرې وکړي او د خپلې لیکنې ژبه یې کړي. دا کار دې د یوې ملي ژمنې په اساس تر سره شي او کلتوري ټولنې کولای شي د یوې ژمنپاڼې په وسیله داسې یوه سروې وکړي، د خپلو خلکو پام دغه ملي مسلې ته ور واړوي او ژمنه ترې واخلي. دویم: د افغانستان په ښارونو کې دې ټول سوداګر د خپلو هټیو، دوکانونو او سوداګریزو محلونو لوحې، بی� �ونه، قراردادونه او نوره هر ډول لیکنه په پښتو کړي او که څوک پښتو نه کاروي نو هغوی دې د یوه خاموش غورزنګ په وسیله پوه شي چې که دغه کار نه کوي نو د ملي ژمنې سره سم به له ټولنیزې ناغې سره مخ کیږي. دریم: د افغانستان په ټولو حکومتي دوایرو کې دې پښتانه چارواکي هڅه وکړي چې خپله ټوله لیکنه په پښتو وکړي. همدارنګه په دفترونو کې دې د حاضرۍ کتابونه، عریضې، مکتوبونه او هر ډول مکاتبه په پښتو ژبه کوي. څلورم: ټول پښتانه چارواکي، سوداګر، استادان او محصلین دې خپلې ټولې خبرې په پښتو سره کوي، په ټولګي کې دې پوښتنه له استاد څخه په پښتو کوي او هغه دې مجبور کړي چې په پښتو ځواب ورکړي. پنځم: په هیواد کې د ټولو تصویر، صوتي او کتابي رسنیو پښتانه چارواکي کوښښ وکړي چې څومره یې په وس پوره وي نو پښتو دې وکاروي او په پښتو دې خپرنیز مواد تهیه کړي. شپږم: په پارلمان دې ټول پښتانه وکیلان یوه خبره هم له پښتو پرته پر بله ژبه نه کوي او د پښتو ژبې د حقوقو لپاره دې د زړه له اخلاصه هلې ځلې و کړي. اووم: د پښتو ژبې د حقوقو د لاسته راړولو مدني او کلتوري ټولنې دې د لومړي ګام په توګه هغه اسناد لکه عریضه، نکاحنامه، د ښوونځیو اطلاعنامه د نمرو د ارزیابۍ پاڼه او داسې نورې ضروري پاڼې په پښتو تهیه، چاپ او د عامو وګړو په واک کې یې دې ورکړي. البته که چیرې کلتوري ټولنې دغه کار د یوه مشترک تفاهم په نتیجه کې وکړي څو په ټول هیواد کې په یوه وخت کې دغه کار شونی شي. آتم: په ټولو دولتي او خصوصي تعلیمي موسساتو کې دې د پښتو ژبې د تد� �یس لپاره هڅې ګړندۍ او منظمې شي او په دغه ملي غورزنګ کې دې د هر هغه افغان څخه مرسته وغوښتل شي چې خبره او نظریه یې مفیده ثابتیږي. په دې هکله دې لوړ رتبه حکومتي چارواکي هم بې تفاوته نه پاتې کیږي او هغوی دې هم عملا د کلتوري ټولنو د زیار په نتیجه کې لومړی په فردي توګه دعوت او بیا دې په پراخه توګه دغه بهیر ته راګډ کړای شي. نهم: دو� �تي چارواکي دې هڅه وکړي چې لږ تر لږه د خپل دفتر لوحه پښتو کړي او خپلې ټولې چارې زموږ په ملي ژبه تنظیم کړي. � �سم: وخت پر وخت دې د هغو مخلصو او ریښتینو افغانانو په شمول کنفراسونه، سمیناورنه او ورکشافونه را وبلل شي چې دغه لویې ستونزې او ملي موضوع ته د حل مناسبه لاره و لټوي. یوولسم: د پښتو بریښناپاڼو له لارې د پښتو ژبې د پ� �اختیا لپاره هڅې ګړندۍ کول. دولسم: د لومړي ټولو هغو والیانو ته خبر ورکول چې خپلې ټولې چارې او مکاتبه په پښتو کړي چې په پښتني ولایتونو کې دنده تر سره کوي. دیارلسم: پښتانه وزیران دې و هڅول شي چې لږ تر لږه د خپل وزارت ټولې بیرونۍ او داخلي لوحې دې په پښتو ولیکي. څوارلسم: پښتانه ملي سوداګر او پانګوال دې هم مټې را ونغاړي تلویزیوني او رادیويي شبکې دې جوړې کړي څو سل په سلو کې یې ټولې خپرونې په پښتو وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاناډا: د سوداګرۍ نومول شوی وزیر وایې د کرزي دنده نه مني", "output": "قاضی خان - تورنتو - کاناډا ایډیټ: جلالزی په کاناډا کې میشت افغان او د سوداګرۍ وزارت لپاره نومول شوی وزیر هادي حکیمي وایې چې دی د یو لړ شخصي دلایلو له امله نه شي کولای چې افغانستان ته ولاړ شي او د سوداګرۍ وزیر په توګه دنده تر سره کړي. ښاغلی حکیمي د شنبې په ورځ د حامد کرزي له لوري پارلمان ته د سوداګرۍ د وزیر په توګه ور وپیژندل شو. نوموړي بینوا ویب پاڼي ته په یوه ځانګړي مرکه کې په کاناډا کې وویل چې ده هغه رابط ته چې د ده د تقرر په اړه یې ورته خبر ورکړ وو ویلي چې دی د شخصي مشکلاتو په دلیل کابل ته نه شي تلای او نه غواړي د اوس لپاره د وزارت په څوکۍ دنده تر سره کړي. نوموړي وویل چې دی له دغې دندې انکار کوي او که چیرته موقع مساعده شوه او ژوند ورسره یاري وکړه په راتلونکو کلونوکې به خپل هیواد ته د خدمت جوګه شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاري یوسف احمدي: په زابل کې مو د ملي اردو په موټرو چاودنه وکړه", "output": "د طالب وس� �ه والو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا وکړه چې نن سهار اته بجې یې د زابل ولایت د مرکز د امند پله په سیمه کې د ملي اردو پر یوه موټر د ماین چاودنه کړي چې د یوسف پر وینا پکې ۶ سرتیري وژل شوي او لیږدونکي رینجر واسطه یې هم سخته ځیانمنه شوي ده. تر اوسه د زابل ولایت چارواکو په دې اړه خپل بیان نه دی ورکړی خو په زابل ولایت کې په دې و� �ستیو کې د تاوتریخوالي کچه ختلي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بلواک هېواد خپلواک ولس ! ( دډاکټر. ن . صمد لیکنه", "output": "آه، سولې ! څ ونه ډيری جګړې ستا په نوم سوي دي« الکساندر پاپ » نن د اکتوبر اوومه ده چي پر افغانستان د ام� �یکا د پوځي یرغل شپږ کاله پوره سول . افغانستان پدې شپږو کالو کي یو لړ لوی او بې ساري بدلونونه ولیدل چي هغه یې هیڅکله آن په خوب کي لا هم نه وو لیدلی . دابدلونونه مثبت او منفي اړخونه لری . مثبت ( ! ) دا چي غربي دیم وکراسي را صادره سوه، غربي سرمایه را وبهیده، غربي حکومتونه را شیوه سول، غربي پوځیان رامات سول، غربي ک� �تور او تهذیب را ایله سو، غربي ایجنټان او ګومارلي نصب سول، جنګسالاران له غارونو څخه قصرونو ته ورسیدل، او باالاخره غربي دیګ باندی سو . دا ټولي هغه کامیابۍ دی چي تر افغانانو امریکایان او غربیان ډیر پرې ویاړی . منفي بدلونونه هم دا چي لس ــ پنځلس زره ملکی او بیګناه افغانان ووژل سول، په سلګونو کورونه ، مسجدونه بمباری او لوټی لوټي سول، غریب نور هم پسې بیوزله او شتمن نور هم بډای سول، فساد خپل اوج ته ورسید، د مخدره م وادو کښت او تجارت آسمان ته وخوت، د انکشافي او عام المنفعه پروژو څرک هم نسته ( که وی ، هغه صرف تبلیغاتي او سیاسي جنبه لری ) ، ملی اډانه او ملي عاید په خټو کي بند دی، امنیت نسته ، جګړه روانه او د زیاتیدو په حال کي ده . او بالاخره روغتیایی خدمتونه، واقعي تعلیم او عامه سوکالی د شوګیرونو په ټال کي زنګیږی. دا او نوری ډيری هغه ناکامۍ دی چي امریکایان او لویدیځوال نه بلکې افغانان پری ځوریږی. عوام په ناحقه سره نه وایی چي افغانستان وړمه ورځ « برټانوی ګوډاګی درلود، پرون یې « شوروﺉ ګوډاګی » او نن هم « امریکایی ګوډاګئ » لری چي افغانان یې د مصیبت او غضب میلمانه کړي دی . په افغانستان کي د تیرو شپږو کالو راهیسې د نړۍ دیرش سرمایه دا� �ترین او تر ټولو پرمختللی هیوادونه عملاْ دخیل دی مګر بیا هم افغانستان د امریکایی نیونی له برکته د نړۍ د ( � �۹۲ ) هیوادونو له جملې نه د ترقۍ او انکشاف له مخی د پای لخوا پنځم هیواد دی . لدې ځوړتیا څخه ثابتیږی چي د ام� �یکا په مشرۍ د لویدیځ والو په واسطه دافغانستان نیونه هغوی ته دومره مهمه نده . ځکه افغانستان څه مهم طبیعی او قیمتی مواد نلری چي لویدیځوال را جلب کړی، بلکی کوم څه چي لری هغه دافغانستان ستراتیژیکي او سوق الجیشی موقعیت دی چي د سیمي پرهره طبیعي منبع او زیر متون باندی دورخلاصیدو اسانه او لنډه لار ده یا دا چي د چین او روسیې داحتمالي راخوځیدو مخنیویزه مورچل جوړوی . په لنډه توګه ، افغانستان د دریو عمده سیمو د تړلو نقطه ده چي هغه منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ده او واشنګټن هم همدې نقطې ته اړتیا لری . پدې حساب افغانستان نن د خپل حساس موقعیت قرباني سوی دی او د خپل دغه مهم دریځ سزاوی ګالی . پس ویلای سو چي د نړۍ یوازینئ ستر ځواک او د هغه ملګری په افغانستان کي خپلی ځانګړی او ستراتیژيکي ګټي لری او ځکه نو هر یو ټینګی لاس وهنی کوی، خپل ګوم ارلی زیاتوي، خپل د خوښي رژيم تولید او نصبوي، خپل ګوډاګیان واکمنوی او خپل مستقیم یا غیر مستقیم تسلط تحمی� �وی . له همدې امله نن ګورو چي افغانستان د نوو استعمارچیانو لخوا د ټوپ د یوې تختې غوندي استعمالیږی . او افغانستان د اشغالګرانو لپاره هدف نه بلکی د هدف لپاره یوه وسیله ده . همدا علت دی چي اشغالګرو ( خصوصاْ امریکا ) داشپږ کاله افغانستان ته څه اساسي کار ندی کړی، داشپږکاله یی مهمی تولیدی او ترقیاتي پروژې ندی راوړی، داشپږ کاله یې په هیڅ برخه کي هم اساسی خدمت ندی کړی ، داشپږ کاله یې ملي اډانه یا ملي عاید له مځکی ندﺉ راپورته کړی او په عامیانه اصطلاح خښته یې پر خښته نده ايښې ( که وی هغه صرف تبلیغي جنبه لری او بس ) حال دا چي په پوځي عملیاتو او جاسوسي فعالیتونو کي یې ۱۰۰ بلیونه ډالره مصرف کړی چي څه خاصه نتیجه یې هم نده ورکړې . صرف قتل، تباهي، وراني او بمباري یې پخپل شدت سره جاری ساتلې ده . که هغوی ادعاکوی چي په جنوب کي ځګه ګواکی پرم ختګ نسی راتلای چي هلته مقاومت را سره کیږی او جنګ روان دی، نو که داسي وی په شمال کي خو همدا مشکل نسته ، نو هلته ولی پدې شپږو کالو کي په ملي سطح کوم زیر بنایی، عایداتي او تولیدي پرمختګ ندی سوی ؟ فلهذا ، اشغا� �ګران افغانستان او افغانان نه غواړی بلکې دا هیواد یې د یو بل هدف لپاره پکار دی ، او ځکه نو افغانستان پخپله د ح امد کرزي د اعتراف له مخی « په هغه حالت کي دﺉ چي پنځه کاله وړاندی و . »شواهد ښي چی امریکا آن په ۱۹۹۸ ـ � �۹۹۹ کي لا پرافغانستان د حملې ټکل درلود، خو د سپټمبر د یوولسمې پيښو دا حمله را چټکه کړه . واشنګټن دلته هر څه په خورا عجله او بي باکۍ سره وکړل . دافغان ولس د ګټو پر ځای یې خپلی ګټی جدي ونیولې او پرله پسې ا� �تباهات یې وکړل څو چي هر څه نیمګړی ترې پاته سول او نننۍ بده ورځ یې نتیجه ده . جان پیلګر پخپل مشهور کتاب « � �زادی بیا بل وخت » کي په شواهدو سره لیکی چی « د سر تر پایه ټولو هغو بشري بحرانونو له منځه چي معلوم دی ، هیڅ کوم هیواد دومره ډیر رټل سوی او ځوریدلی ندﺉ، او د هیڅ یوه سره هم دومره لږ کومک ندی سوی لکه افغانستان چی د ی . » په رښتیا هم نن موږ ګورو چي په کابل کي په ویرانو او نړیدلو متروک ځایونو کي خلک آن پسله شپږو کالو داسی شپې سبا کوی چي نه برق لری، نه صحي اوبه ، نه خواړه، او نه هم نور اساسي سهولتونه لری . ته به وایې چی زلزله سوې او خلک د کومک تر وخته مؤقتاْ دلته اوسیږی او نور د لوټو او ډبرو څخه راایستل کیږی . مګر یا ، هغوی دلته شپږ کاله د نړۍ د سرمایه دارترینو هیوادو ( خصوصاْ لوی لا لا ــ امریکا ) په حضور او اشغال کي تیر کړیدی ! ځکه نو عوام ګرم ندی چي وایی موږ « د غلام هیواد آزاد خلک » یو چي پر سر مو د بلیونونو ډالرو سیاسي تجارت روان دی . هسی خو هم واشنګټن د کابل رژیم خلق کړی، اوبه کړی، لوی کړی او « مشروع ! » کړی دی نو ځکه هر څه « ګل او ګلزار» دی . هو، نن په افغانستان کي دغه کسان او ډلی ښه په ترقي یا رونق کي دی لکه : شراب پلورونکی،رشوت خوړونکي،بیورو کراتان، جاسوسان، ترجمانان، دلالان، قرار دادیان، کمیشن کاران، جنګسالا� �ان، پارلمانی فاسد نمایندګان، دانجوګانو آمران، عیسوي مبلغان، فاسد سیاست مداران او نور. خو متباقي افغانان په بی وزلۍ، بم ورۍ او تباهۍ کي ډوب دی . بوش تر خپل دوهم ځل کامیابیدو وروسته په یوه وینا کي د « آزادۍ » تورﺉ ۲۷ ځله او د « ځانواکۍ » تورﺉ هم ۱۵ځله په خورا ویاړ سره ذکر کړ. ده زیاته کړه چي ما پخپله لومړنۍ جمهوری دوره کي پنځوس ملیونه وګړی آزاد کړل ( :چي مطلب یې د افغانستان او عراق څخه و ) خو په وا� �عیت کي یې دا دواړه ولسونه اشغال او په غم اخته کړل . ددې « آزادۍ » او « ځانواکۍ» یو سوغات د زرګونو ملکی انسانانو وژل، د کلیو او کورونو بمباردول او د ډول ډول ظلمونو کول دی. امریکا افغانستان ته دا « آزادی او ځانواکي » هم په سوغات کي ورکړه چي وایی زړه مو وي هغومره ډیر کوکنار وکرﺉ . لکه څنګه چي همدا سږکال د تریاکو مقدار ۸۲۰۰ ټنه ته ورسید چي په تاریخ کي سارﺉ نلری او هغه د تیر کال څخه ۳۴٪ زیاتوالی ښي او د تړیوال ما� �کیټ ۹۳٪ هیروئین تهیه کوی. واه ، څه ښه « آزادی او ځانواکي » یې راته هدیه کړه ! د کابل رژیم رییس حام د کرزي په همدې اکتوبر کي د بی بی سي د یوې پوښتنی په ځواب کي داسي اعتراف وکړ : « موږ تر خپل کنټرول لاندي ټولو سیمو کي د کوکنارو کښت له منځه وړﺉ دی .متباقي سیمی چي دا کښت پکښی کیږی، زموږ د کنټرول په ساحه کي شاملی ندي . » پس لدې نه ښکاري چي د اټولی سیمي د رژيم له تسلطه بهر دی مګر هیڅ قدرت هم هلته د تریاکو کښت له منځه نسی وړای یا یی قصداْ نه محوه کوی تر څو دخپلی جګړې مصارف ترې پوره کړی . له بل پلوه ، د افغانستان سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، پوځي او فرهنګي وضع نن تر بل هر وخت ډیره ورانه او بی حرکته ده چي سارﺉ نلری ، د بی� �ګې په توګه : لومړی ــ سياسي اوضاع : افغانستان د بهرنیو اشغالګرو خورا پیاوړو ځواکونو د باالفعله شتون او باالقوه عملیاتو د پایښت له امله تقریباْ د ملی حاکمیت ،ځمکنۍ بشپړتیا او ملي اوسیاسي مشروعیت څخه بی برخي دی . اصلي اراده او اداره باالکل د پردیو په لاس کي ده او زموږ د هیوادد برخلیک تصمیم د هغه د پولو څخه بهرنیول کیږی . ځکه نو داشغال په حالت کي د آزادۍ، دیموکراسۍ، آبادۍ، بیارغاونی، انتخاباتو، ډول ډول لویو جرګو جوړول . . . ټول هغه غولونکی او ساختګي لوبی دی چي پایلی یا نتایج یې له وړاندی څخه لا معلوم ، معین او ثابت وو . دوهم ــ ټولنيزه اوضاع : دافغان ولس اجتماعي ژوند د تیرو دیرشو کالو راهیسي هماغسی څپانده دی . ډول ډول فشارونه ، ظلمونه، مهاجرتونه، دردبد� �ۍ، محرومۍ، ستونزی او ناخوالی یې ګاللی دی ، داټول مصیبتونه او بحرانونه همدا نن هم پخپل شدت سره جاری دی ، هیچا او هیڅ لوري یې غم نه وخوړ . نن د نړۍ د سرمایدار ترینو هیوادو د شتون او نیونی سره سره د غربت او مصیبت شپې سبا کوي او پر سر يې ښه سیاسي بزنس روان دﺉ . دريـم ـ اقتصادي اوضاع : نن پس� �ه شپږو کالو اشغال څخه عملاْ ګورو چي افغانستان یو تولیدي هیواد نه بلکی یو بشپړ مصرفي هیواد ګرځیدلی دی . د صادرانو او وارداتو ترمنځ توپیر د مځکی او آسمان د واټن غوندی دی، مافیایی او مخدره اقتصاد او د هغه تجارت ( د سرحدونو او هوایی ډګرونو له لاری ) آسمان ته رسیدلی ، د هیواد پولی واحد یعنی افغانۍ تر بل هر وخت نن ملي پایه او پشتیوانه نلری خو ظاهري او ساختګي ارزښت یې تر بل هر وخت ډیر اوچت کړی دی دا ځکه چي هره میاشت په سلګونو ملیونه ډالرونه د هغې د لوړ ساتني په خاطر اورته غورځول کیږی . د ارتشاْ او فساد اقتصاد ښه په رونق کي دی حال دا چي ۹۰٪ ولس د ماښام ډوډۍ نلری . پخپله ملګری ملتونه وایي چي بیلونونو ډالرو بهرنۍ مرستې دعادي افغانانو په ژوند کي هیڅ مثبت انکشاف ندی راوړﺉ . څلورم ـ پوځي اوضاع : د بهرنیو یرغلګرو پوځونو د شته والی او بی کنټروله پوځي عملیاتو د جریان په صورت کي افغاني په اصطلاح « ملي اردو » یا « ملي پولیس » هیڅ ډول ملي صبغه نسی درلودای بلکی اجیر ګڼل کیږی . نو دا چي هیواد عملاْ ملي حاکمیت او ارضي تمامیت نلری، اشغا� �ګر پوځونه د هیواد پر مځکه او فضا باندی مطلق حاکمیت لری، هیڅوک هم ( آن پخپله د رژیم د رییس او دفاع وزیر په شم ول ) نه پوهیږی او نه پدې خبر دی چي د ورځي څو نظامي پروازه له خارج نه داخل ته یا د داخل نه خارج ته کیږی، او هغوی څه شي وړی او څه شي هم راوړي، یا پر کومه ولسوالي یا کوم کلی باندی د بمونو باران لوروي ، د هیوا د په عم ده پوځي پایګاوو ( لکه بګرام ، شینډنډ، کندهار ) کي د رژيم آن یوه پوځي طیاره څه چي آن یو پوځي عسکر لا هم م وجود نه وی، نوآیا اشغال اوبلواکي لا توره وي که سپینه ؟ پنځم ــ فرهنګي اوضاع : پر هیواد د شپږو کالو راهیسی بیګانه او لویدیځ فرهنګ خپور دی . تر لوستونکو ډیر اخبارونه او مجلې خپریږی چي بی� �ه محتوی دی، ډول ډول تلویزیوني نامطلوب چینلونه، ډیش انټیناوی، غیر اسلامي او د پردي کلتور فلمونه، ډرامې او پروګرامونه او غیر اسلامي او لویدیځ ډوله هنر او موسیقي د اوج په حال کي دی، د ناوړو او لویدیځ ډوله عشقي ناو� �ونو ترجمه، د فلمونو دوبله او د نڅاګانو عرضه ښه رونق لری ، د اسلامي او افغاني کلتور معرفي ورځ په ورځ د کمښت پر خوا ځي او پر ځای یې د بیګانه او لویدیځ فرهنګ معرفي د ډیرښت په حال کي ده . شراب، قمار، سینما، شب نشینی، فاسد انجمنونه او ډول ډول اخلاقي انحرافات، د فحاشۍ په خاطر د پردیو هیوادو د نجونو راوستل او ګومارل، د عیسوي مب� �یغینو فعالیت او جذب ته ښه مخه ورکول او ډیر نور غیر اسلامي او غیر افغاني فرهنګي کړنی پر کابل او لویو ښارونو خپرې دي . شپږم ــ تعليمي اوضاع : اشغالګر ځواک او د هغوی لخوا نصب کړﺉ رژیم په خو� �ا آب او تاب سره نارې وهی چي پنځه میلیونه ، اووه میلیونه، آن لس میلیونه ( ! ) کوچنیان او ځوانان په تع� �یم بوخت دی چي پخوا ترې محروم وو. خو عینی شواهد او مستند راپورونه ښي چي ۸۰٪ تعلیمي مؤسسې د کتاب ، څوکۍ، ټو� �ګي، معلم. ښوونیزه موادو او معقول تعلیمی نصاب یا په بله ژبه د عملي او مطلوب تعلیم څخه بې برخی دي . د پخوا ب� �عکس نن د متعلم ناکامه کول اخطار او منت په برکي لری يعنی دا چي باید هیڅ زده کونکی ناکام نکړه سی . د متعلم او معلم سواد یا پوهه څه خاص فرق نه سره لری . اکثریت کوچنیان ددې پر ځای چي له کوڅو او ایله ګردی څخه راګرځیدلی وی مکتب ته لیږل کیږی . ګڼ شمیر کوچنیان د غوړیو، چایو، صابون، وریجو او نورو د وړیا اخیستو په غرض مکتبونو ته ځي که نه لدې امتیاز څخه به محروم سی. نه رژيم او نه هم اشغالګرانو د تعلیم او مکتبونو عملی غم ندی خوړلی او دا هر څه تر ډیره حده تبلیغاتي جنبه لری . اووم ــ د بيا رغاونی اوضاع : بیا رغاونه د شپږو کالو راهیسې په خټو کي بنده ده اوحرکت یې د میږی په رفتار سره دوام لری چي تش په نوم او غیر تولیدی یا غیر عایداتي جهت لری . دوه درې لوکس هوټلونه ( لکه سرینا ) ، دوه ــ درې اروپایی ډوله مارکیټونه لکه ( صافي شاپنګ پلازا )، دوه درې جګ تعمیرونه، دوه درې د تفریح پارکونه یا د میلې او ساعتیری ځایونه او نور داسی تجملي او نمایشي ځایونه جوړسوی چی نه ملي صبغه او نه هم تولیدي یا عایداتي ماهیت لری تر څو ولس ترې ګټمن سی. صرف د کابل ــ کندهار سړک په عجله سره جوړ سو تر څو حامد کرزي په انتخاباتي مبارزه کي ښودلی وای چي هغه هم په دوه نیم سوه ملیونه ډالرو او په صرفاْ تبلیغاتي اوسیاسي هدف سره جوړ سو. ددې پ� �وژې آمر « جیم مایرز» د ۲۰۰۴ په اکتوبر کي ومنله چي « دا تر ټولو هغه ستره سیاسي پروژه وه چي تر اوسه ما سرته � �سولي دي . » پرته لدې، کوم د ابو لګولو غټ بند جوړ سوی دی ؟ کوم د بریښنا د تولید ستره پروژه جوړه سوې ؟ کومه غټه فابریکه راوړل سوې ؟ څو زره کارګران په تولیدي پروژو کي په کارونو لګیا سوی دی ؟ کوم کانونه کشف او استخراج سوی دی ؟ کوم لوی لوی زراعتي یا مالداری فارمونه جوړ سوی دی ؟ کوم لوی او مجهز روغتونونه پ� �انیستل سوي دی ؟ کوم ښاري او کلیوالي روغتونونه ودان او عملاْ فعال سوی دی ؟ نو دا چي د نړۍ � �ومړنی شتمن هیواد یعنی امریکا دلته د خپل اشغال سره سره مؤثره پانګه نه اچوي، پس داثابتیږی چي افغانستان د یوویشتمي پيړۍ هغه بلواک هیواد دی چي په لږ ترین مصرف سره یوه انکشافي خالیګاه انځوروی . وګورﺉ وا� �نګټن د اشغال په لومړنیو څلورو کالو کي هر کال یو بلیون ډالره د بیا رغاونی لپاره تادیه کړی دی خو د تیر کال � �اهیسی یې دا بسپنه د کاله ( ۶۰۰ ) ملیونو ډالرو ته راټیټه کړه ( حال دا چي پوځي مصارف یې د کاله لس بلیونه ډال� �ه دی ) دا ولی ؟ دا ځکه چي واشنګټن افغانستان د بل هدف لپاره استعمالوی او ترقي یې نه غواړي . د رژيم ډن� �ورچیان کریږی وهی چي وګورﺉ خوشحالی او تازه ګي افغانستان ته راغله، آرایشګاوی یو په بل پسې خلاصیږی، کوچنیانو کاغدبادونه الوزوي، غټان په موبایل ټلیفونونو کي مصروف وی، د ښکلو له مخی توره پرده یعنی چادری ټو� �یږی او پر ځای یې ورو ورو غربي طرز لباسونه رایج کیږی . . . هو، هغوی په رښتیا هم بل څه نلری چي عرضه یې کړی .پس داسي ښکاری چي امریکا افغانستان آبادوی هم نه او نور هم نه ورپریږدی دا ځکه چي د غه هیواد یې د یو بل هدف لپاره پکار دی . همدا علت دی چي په اوسنی رژيم کي نږدې ټول لوبغاړی ژر ژر خپل جیبونه ډکوی، ارتشاْ کوی، د دوبئ، قطر، اروپا او امریکا بانکونه ډکوي، خپل پارسپورټونه تمدیدوی، د امانت په توګه شپې سبا کوی، د مظلوم م لت سره بی پروایی ، بی باکي او بی رحمی کوی او د هغوی حق خوری. دا ځکه چي دوی ته هم په زړه او عمل کی نن ثابته ده چي افغانستان خپلواک نه بلکې بلواک دی او دوی ګواکی مسؤل هم ندي. « ځینو افغانانو ته امریکا د دوی معبود ګرځیدلی و، دوی چي ویل د جنت او دوږخ کلی ګانی د واشنګټن په لاس کي دی، دوی ویل چي د امریکا په تشریف راوړو سره به دلته د افغانستان په ویالو کي عسل او شیدې وبهیږی، هر نعمت چي غواړو هغه به ورسره راوړی. مګر اوس پسله شپږو کالو ګورو چي امریکا افغانانو ته ګناه راوړه ، اور یې راوړ، جګړه او وینی بهیدل یې راوړه اوبس ! لنډه دا چي امریکا د رحمت باران نه بلکی د ظلمت توپان ثابت سو چي هر څه یې تالا والا او پو پناه کړل . »ځکه نو افغان ولس ملامت ندی چي وایی حامدکرزﺉ د امریکایانو هغه بی کفایته آشپز دﺉ چي « پلاو ورڅخه � �وله سوی دﺉ » او د امریکایی اشغال له برکته مو « هیواد بلواک دی خو ولس یې خپلواک دی . » دافغان رسالې د ( ۱۰۲ ) ګنې څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي وحدت", "output": "ملي وحدت زه د خلکو زړونو کې مینه انساني غواړمخپلو وطنوالو ته وینه افغاني غواړمنشته د الفت په چا کې زړونه ساړه شوي ديدا سړه سپیره فضا ګرمه نوراني غواړمبس ده تربګني نوره، کرکه بدبیني نوره غواړمه ملي وحدت ورکه ځان ځاني غواړمڅوک چې په فتنو سره درز اچوي په خلکو کې داسي فتنه ګرو ته تندر اسماني غواړمنه پر چا تیری کوم، نه د چا تیری زغممامن دی ارمان زما سوله جهاني غواړمزوی د پښتنې یمه ننګ غیرت به ساتمه نه غواړم بي پته ژوند ویاړ جاویداني غواړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حال زما", "output": "حال زما غني خان هیڅ د عشق له غمه نه دي برابر غمونه کل چې د یار فراق دې ووې دغه دي خدای وهلچې مې زړه د ایرو ډير شو د قارون خزانه څه کړمچې لالی مې خوا کې نه شته څه کړم ګل څه کړم بلبلچې دنیا یې شي برباده آخرت به یې څوک جوړ کا؟چې د زړه پښې مې شوې شلي څه به کړم د امید زغلزه په تمو تمو اوسم په ځوانی مې ځان کړ خاورېچې هیچا زغملای نه � �و هغه ما په ځان زغملبي جانانه جنت څه کړم بي وطنه بادشاه څه ويیا به ځان پسې لاهو کړم یا به یې کړم د پټکي ګل په جومات کې مې ونه موند په مکه کې رانه ورک شو خدای مې زړه کې را پیدا شو چې مې مخ د یار کړ ښکلغني! بد په ژړا ښکاري ګنې ده به وي جوړ کړیپه سېلاب د سوخت د اوښکو اباسین دریا یو ب� �"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل او جلال اباد کښي د توغنديو بريدونه", "output": "(بي بي سي ) : په داسې حال کښي چې افغانستان سبا د شنبي د ورځي ټاکنو ته ځان چمتو کوي، په کابل او جلال اباد کښي د توغنديو بريدونه شوي دي. د کابل ښار دديپلوماتانو د اوسيدو سيمه هم په لږيدلو ځاينو کښي وه. خو په افغانستان کښي د ناټو تر مشرۍ لاندې نړيوال امنيتي ځواکونه او د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونه او ورسره افغان امنيتي چارواکي واي چې د بشپړې تيار سۍ په حالت کښي دي. او پر خلکو يې غږ کړي چې په ډاډ سره د راي اچونې ځايونو ته ورشي. ملګري ملتونه واي چې د ټاکنو په اړه هر څه له پلان سره سم په مخ روان دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په غزني كې دطالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه شوې.", "output": "هاند/كابلدغه وسله وال اخ ډپ نن سهار دنوموړي ولايت دقره باغ په سيمه كې رامنځ ته شوى دى.دغزني دامنيه قومندانۍ امر عبدالوكيل كامياب وويل:پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې وژل شوى پوليس دطالبانو په كمين برابرشو.ښاغلي كامياب زياته كړه چې دوژل شويوطالب جنګياليوجسدونه په امنيه قومندانۍ كې پراته دي.خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اروپايي څارونکي: له افغان کاندیدانو سره د لیدوکتو لړۍ روانه ده", "output": "میرویس جلا� �زی د اروپايي ډلي څارونکي چې د افغانستان د انتخاباتو د څارلو لپاره دغه هیواد ته را رسیدلي وایې چې له افغان کاندیدانو سره یې د لیدو کتو لړۍ روانه ده او دوي به هڅه وکړي چې په ټاکنو کې د هر راز قانون م اتونکو اعمالو مخه ونیسي او راپور یې له افغان دولت سره شریک کړي.د دغې ډلي مشر فلیپ موریل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه یې د ولسمشرۍ څوکۍ ته له لسو نوماندانو سره کتلي او دغه لړۍ روانه ده.موریل زیاته کړه چې له کاندیدانو څخه د دوي غوښتنه دا وه چې په ټاکنو کې درغلي و نه کړي او د قانون په رڼا کې پر مخ ولاړ شي.ټاکل شوي چې د اسد میاشتې د ۲۹ په انتخاباتو کې شاوخوا دوه زوره افغان او نړیوال څارونکي د ټاکنو د بهیر څارنه وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په عراق کې پر امريکايي ځواکونو بمي بريد شوی دی.", "output": "د عراق په تکريت ښار کې پرون سهار د سړک پر غاړه يو ځای پر ځای شوي بم، د امريکايي ځواکونو يو موټر د اور په لمبو لاهو کړ. دا بم هغه مهال وچاوديد چې د امريکايي ځواکونو يو پوځي کاروان له سيمې څخه د تيرېدو په حال کې وو. تر دې دمه ددې پيښې د ځاني تلفاتو په اړه کوم راپور په لاس کې نشته. تکريت د عراق له پلازمينې بغداد څخه يو سلو پنځه اويا کيلو متره شمال پلو ليرې پروت ښار دی چې د دې هيواد د سني پاڅونکوونکو يو ستر مرکز شميرل کيږي. له بلې خوا د عراق په رامادي ښار کې هم د يو لړ سختو نښتو خبر ورکړل شوی چې د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويل شوي. رامادي چې د الانبار ولايت مرکز دی، د عربو سنيانو يو تر ټولو کلک د پاڅون مرکز شميرل کيږي. امريکايي پوځيانو او د عراق دولتي ځواکونو په وروستيو څو مياشتو کې د پاڅونکوونکو د ځپلو او د عراق په لويديځه برخه کې د امنيت راوستو په موخه، يو لړ بريدونه پيل کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "USAID: په هلمند کې د چرګانو پارک جوړ کړ", "output": "(( هلمند چې تل ترینه د جنګ جګړو رپوټونه ورکول کیږي دا ځل ترینه د یوې سترې پروژې د پیلیدو رپوټ هم ورکړ شوی دی)) هلمند- لښکرګاه لیکونکی: بهادر په هلمند كي د امريكا د متحده ايالاتو له خوا د چرګانو د پيداوار يو فارم په ۳ ميليونه دالره جوړ شو. ډاكتر احسان الله چي په هلمند كي ددغي پروژي يا د پول تيويليشن مسول وو وويل چي دغه پروژه چي د چ� �ګانو دپيداوار په نامه سره ياديزي دامريكا د متحده ايالاتويا usaid له خوا د هلمند ولايت د خلګو لپاره جوړه � �وي ده نوموړي وويل داپارم په نړيوال معيار سره جوړدي په دي پارم كي دا مهال ۵۰۰۰ چرګان د هالينډ له دولت څخه راوړل شوي دي دا چرګوړي په دري قسمه سره ويشل شوي دي چي يو يي د غوښي چرګوړي مور اوپلار دي ، د هګيو د چرګوړو م ور او پلار دي او دريم قسم يي د خوراك د هګيو چرګي دي چي دغه هګي به وه بازارته دخوړلو لپاره خلګو ته وركول شي نوموړي زياته كړه چي موز كولاي شو د هلمند ،ارزګان ،كند هار ،نيمروز او زابل ولايتونو ته د يوي ورځي چ� �ګان واستو او همداسي به موز په يو كال كي به دوه لكه چرګان توليد كړو ده زياه كړه چي ز موز هدف د دغي پروژي په جوړيدو سره دادي چي د ايران او پاكستان د چرګانو مخنيوي وكړو. نوموړي وويل چي په هلمند كي دا مهال ۵۰۰۰۰ زره هګي مصرفيزي چي موز به دا مهال اوس ددغو هګيو دريمه حصه هګي توليد كړو او خلګوته يي وركړو ددي پروژي نه د هلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل هم ليدنه وكړه اووي ويل چي ددي چرګوړو لپاره به دلته يوه ژرنده هم جوړه شي چي تر څو ددي چرګوړو لپاره خوراك توليد شي نوموړي وويل چي ددغي پروژي په تكميليدو سره به د چرګانود غوښو اړتيا پوره شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کانديدانو د ولس پوښتني ځواب کړي", "output": "پنجشنبه د روان کال د وږي د مياشتي ٢٤ چي د سپټمبر د مياشتي د ١٥نيټې سره سمون لري د کندهار ښاروالى په نجيب الله رحمتي - کندهار پنجشنبه د روان کال د وږي د مياشتي ٢٤ چي د سپټمبر د مياشتي د ١٥نيټې سره سمون لري د کندهار ښاروالى په تالار کي د ولسي جرگې د کانديدانو او اولس تر منځ د سوال او جواب غوڼده د ډاکتر طارق رشاد په مشري جوړه سوه. په غونډه کي د کندهار ولايت څخه ولسي جرگې ته ځينو کانديدانو د ژورناليستانو، ليکوالو مخورو سپين ږيرو پوښتونو ته ځوابونه وويل.ځينو گډونوالو پر دې ټکي سخته نيوکه وکړه چي زياتره کانديدان له ژمنو سره_سره د خلکو له پوښتنو څخه وتښتېدل او غونډي ته حاضر نه سول. له ١٠٦ تنو څخه يوازي ٦ يې حاضر وه ، گډونوالو دا وويل چي د دوى ډېرى هغه کانديدان پېژني چي د ولس د استازيتوب او کانديدۍ هيڅ ډول وړتوب او اهليت نلري، نو دوى غوښتل چي ورسره مخامخ خبري وکړي ، مگر دا هيله يې نيمګړې پاته سوه. غونډه تر دوه ساعته پوښتنو او ځوابونو څخه د ماښام پر اووه بجې پاى ته ورسېده. ټاکنو ته دتیاري پر وخت ځيني انځورونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې حالت کړکيچن دی", "output": "د کندهار ولایت د ولایتي شورا غړي وایې چې په سلهاوو تنه بهرني او کورني طالبان دمګړۍ د ارغنداب ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې را غونډ شوي او هڅه کوي چې لومړۍ ولسوالي ړنګه او وروسته بیا ګاونډي سیمي تر بریدونو لاندي راولي.هغوي وایې چې طالبانو د ا� �غنداب ولسوالۍ پراخه سیمه لاندي کړي هم ده .ها خوا د ۲۰۵ اتل قل اردو درستیزوال جنرال پتیانی بیا وایې چې دوي یو کنډک پوځيان سیمي ته استولي او دا سیمه یې کلابنده کړي ده.د پتیاني پر وینا چې دوي هڅه کوي کلابند طالبان یا ووژني او یا یې هم ژوندي ونیسي.بله خوا ځآیي خلکو د ټلیفون پر لیکه بینواویب پاڼي ته وویل چې نن د ناټو ځواکونو چورلکو په سیمه کې داسي پاڼي خپرې کړي چې پکې د عملیاتو د پیل خبر ورکړ شوی دی. هغوي وایې چې دا ګړۍ � �ه ارغنداب ولسوالۍ څخه په لسګونو کورنۍ د ښار په لور کډه شوي او لا هم خلګ خپل کورونه پریږدې او د جنګ جګړې له ویري د کندهار ښار په لور روان دي.دا په داسي حال کې ده چې د کندهار له محبس څخه د تښتیدلو بندیانو له ډلي څخه د نیول شویو هغو شمیره هم د دوشنبې په ورځ ۴۰ تنو ته ورسیده . ویل کیږي ډیری نیول شوي بندیان په جنایي جرمونو تورن دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ميدان وردګ:طالبانو د يوشميرغلو مخونه ور تور کړل", "output": "په ميدان وردګو ولایت کې ځایي طا� �بانو ادعا کړي چې د هغو اوو تنو غلو مخونه یې په سکرو ور تور کړي او په کلیو یې ګرځولي کومو چې د دې ولایت په م� �بوطاتو کې د طالبانو په نامه د خلکو شتمنۍ لوټلي. ویل کیږي چې دا کسان د جمعې په ورځ د سیدآباد په ولسوالۍ کې کلي په کلي او کوڅه به کوڅه د طالبانو له خوا ګرځول شوي او خلکو ته یې د عبرت لوی درس ورکړی دی، خو د سید � �باد ولسوال ډاکټر مسلم بیا د طالبانو دا ادعا بی اساسه بولي او دا کسان د طالبانو نژدې ملګري بولي چې پر وینا یې د خپل منځي اختلافاتو له کبله یې رسوا کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايران خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله", "output": "د ایران د دولتي ت� �ویزیون د خبر له مخې ایران خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته په بریالیتوب سره توغولې ده. د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد ویلي دي چې د سپوږمکۍ توغول د اندیښنې وړ خبره نه ده او له دې ېې موخه په نړۍ کې د امن او عدالت راوستل دي. د دې سپوږمکۍ توغولو په لوېديځوالو کې وېره خپره کړې او په دې اند دي چې اوس به ايران وکولای شي چې ليرې واټن ويشتونکي توغندي جوړ کړي . د یادولو وړ ده چې ایران د لویدیځ والو لخوا په دې تورن شوۍ دې چې د اټومي انرژي په جوړولو بوخت دې خو ایران واېې چې د اټومي انرژی جوړول ېې سولیزې موخې لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عاجل خبر: د پیمان ورځپاڼه د عالمانو د شورا له خوا وتړل شوه", "output": "میرویس جلالزی له کابل څخه د پیمان په نامه خپریدونکي ورځپاڼه د عالمانو شورا د پریکړي او غوښتني مطابق نن د یکشنبې په ورځ د تل لپاره وتړل شوه . د عالمانو شورا د هیوا په کچه یو ستر اسلامي ارگان دی چې پریکړي یی د تطبیق وړ دي.دغه ورځپانه اسلام ته د سپکاوي په جرم تر سختو نیوکو لاندي راغلي وه او نن یې وروستۍ گڼه خپره شوه چې پس له دې به نه خپریږي . دغې ورځپاڼي څه باندي یوه میاشت دمخه په خپله یوه گڼه کې داسي وړاندوینه کړي وه چې گواکي په 2010 کال کې به دریم نړیوال جنگ ونښلي او په ورته وخت کی یې ځیني اسلامي عقا ید او پدیدې هم ناسمی بل� �ي وي .دغه ورځپاڼه چې له کابل پرته په هرات او بلخ ولایتونو کې هم خپریده په ډيره کمه موده کې وتوانیده چې د زیاتو مینه والو پام ځان ته راواړوي او د افغاني مطبوعاتو په کورنۍ کې د یوې فعالي غړي په توگه را برسیره شي .د هرات په ولایت کی د دې ورځپاڼي دفتر د پنجشنبې په ورځ تړل شوي او امنیه قوماندان وویل چې دوي نه شی کولای د دې دفتر امنیت وساتي دا ځکه چې دغه پریکړه د عالمانو شورا کړي ده . د پیمان و� �ځپاڼي په خپله ننۍ او وروستۍ گڼه کی له خپلو مینه والو سره مخه ښه کړي او د یو شمیر کارپوهانو نظرونه یی هم خپاره کړي دي . په دغه ډله کې د صدیق الله توحیدی، د کابل د پخوانی امنیه قوماندان ایوب سالنگی، عبدا� �حمید مبارز او یو شمیر نورو د رسنیزو کارپوهانو نظرونه را خیستل شوي چې د عالمانو شورا د دغې پ� �یکړي غندنه یی کړي.د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم وایی چی د عالمانو د شورا پریکړه دوي ته معتبره ده او دوي یې د بدلون توان نه لري.په ورته وخت کی په کابل کې د افغان خبریالانو د ملاتړ یوې بلي ټولنی ( نی) هم د پیمان ورځاپاڼي بندیدل یو غیر قانونی کار بللی او هغه یی په کلکو ټکو کی غندلی دی . د پیمان ورځپاڼه یوه له هغو ورځپاڼو څخه وه چی تر زیاته بریده به یی په دولت نیوکي کولي او تل به یی چارواکي تورنول چې گواکي د افغانستان په بیاودانولو، امنیت او ټولنیز پرمختگ کې پاتي راغلي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پيغام", "output": "پيغام وخته پسرلو ته مې سلام ورسو هللمي ګ� �ا ن وچیږ ي دا پیغام ورسوهوا یه پسرلو ته چې زمونږ چم له هم راشيپه م ینه محبت و ر ته الهام و ر سو هزړه دې راله بندکړو د بڼو په څوکو باندېاوس يي خپل حریم ته په آرام ور سوهاوښکې تویوم پرې خودزړه لمبې ګل نه شوېژ ر شه سا � �ي ورشه ورته جام ور سوهدا لا څه مقام دئ چې ته هلته او زه دلتهراشه چې جوړه شو دا کلام ورسوهخصلت د انتقام د محبت قانون کې نه شتهپه عفوه تیر ید نه دا انعام و ر سو هله تیرو نه پند واخله د راتلونکي ژوند لپارهعشق دې خد متګاره تر انجام ور سوه محمديوسف خد متګار مزدورزوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د كندهار بريد د زابلي طالب له خوا تر سره شو", "output": "د كندهار بريد د زابلي طالب له خوا تر سره شو دا بريد چې د سه شنبې په ورځ د كندهار په ميرويس مينه كې تر سره شو په پايله كې يې ۶ افغان وګړي او د ناټو دوه سرتيري ټپيان شوي وو. له چاودني وروسته په سيمه كې افغان مامورينو وويل: كيداي شې بريد كونكې بهرني وګړى وي خو طالبانو وروسته بيا د افغان چارواكو دا ادعا رد كړه . د ډاكټر حنيف په نامه د مذهبې زدكونكو( طالبانو) يو وياند وويل چې دا بريد د عبدالله په نامه هغه افغان وګړى تر سره كړى چې د زابل ولايت استوګن وو. طالب وياند ادعا وكړه چې په دي بريد كې د بهرنيو سرتيرو يو موټر په بشپړه توګه له مينځه تللې او پكې سپاره ټول سرتيري وژل شوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دشاعر وزيرمحمدروغ ليوني په درناوي لمانځغونډه", "output": "دشنبې په ورځ سهار مهال ،چې د ۱۳۸۸ لمريزکال دمرغومي له ۵ پنځمې نيټې سره برابره وه د خوست ميديوتيک ټولنيزمرکز MCC Khost لخوا دپښتو ژبې دنوماند اوهڅاند شاعرالحاج وزيرمحمدروغ ليوني په درناوي لمانځغونډه جوړه شوه . نوموړې دستوره ،چې دميديوتيک مرکز دغونډو اوکنفرانسونوپه خونه کې رابلل شوې وه ،پکې دسيمې يوشمېر ديني عالمانو،قومي مخورو،علمي اواکاډميکو شخصيتونو،دمدني ټولنې ګڼو فعالينو،دبيلابيلو رسنيو خبريالانو اوژورناليستانو همداشان دپوهنتون اوتحصيلي موسساتو يوشمېراستادانو پکې برخه اخيستې وه . دغونډې دپرمخ بيولو چارې ، چې دميوندفدا له خوا پرمخ بيول کيدې ، په پيل کې دسعيدخان وفادار له خوا دسوره کوثر مبارک اياتونه تلاوت شول. ورپسې دخوست ميديوتيک ټولنيز مرکز مشر نجيب الله الوخېل دلمانځغونډې پيليزې خبرې وکړې او دميلمنو ورتګ اوتشريف اورۍ ته يې ښه راغلاست او هرکلۍ ووايه . ښاغلي الوخېل په خپلو خبرو کې يادونه وکړه ،چې پښتنو تل خپل مشران اودقوم اوژبې خدمتګاران له مرګه پس لمانځلي اومنلي دي ،چې داکار په اوږده مهال کې زمونږ داسلافو دخوابدۍ اوددوی دمايوسۍ سبب شوي. نجيب الله الوخېل وړاندې وويل :(( پدې خوشاله يو،چې پښتانه روڼ اندي اوپه ټوله کې ګردو پښتنو دې ټولنيز ې اودوديز ې نيمګړتيا ته پام اوښتی او ، اوسمهال له نيکه مرغه کرار، کرار په ژوندانه اوحيات کې ددوی دخواريو اوخدمتونويادونه اولمانځنه کيږي.)) نوموړي په ټينګار وويل ،چې په خوست کې دروان ادبي بهير دفعالينو دمرستې پرمټ به دايون اوحرکت پسې وغځوي اوترهغې به، ورته غونډې اودستورې ولري ، چې داکار دپښتنو دژوندانه يوه برخه شي اوددوی په کلتور بدل شي. ورپسې دخوست شيخ زايد پوهنتون ريس دکتور ګل حسن وليزي خبرې وکړې اودپښتو ژبې دشعر برخې ته يې دوزيرمحمدروغ ليوني ډيرکوښښونه وستايل اونوموړی شاعر يې دخوست دخلکو وياړ وباله . دخوست پوهنتون ريس زياته کړه ،پخوا موږ دفرهنګ په برخې کې ددرست خوست په کچه دګوتو په شمار کسان درلودل ،خو اوس پدې سيمه کې دادب په بڼ کې بې شمېر ه ګلان راټوکيدلي ،چې په وياړ سره يې نومونه اخيستلی شو. نوموړي دروغ ليوني پر ټولنيزشخصيت اوادبي هڅو رڼا واچوله اوويې ويل ،چې ديوې وړې ليکنې ترتيبول څه اسانه کار ندی ،خو تاسو وينئ ،چې روغ ليوني دخپل ژوندانه په اوږدو کې شپاړس شعريزې ټولګې چاپ کړ ې دي. نوموړي د خوست ميديوتيک دا نووښت او ابتکار وستايه او ويې غوښتل، چې دا بهير دې لا پسې وغځوي، تر څو عا مه ذهنيت تنويرشي او د پښتو ژبې مينه وال د نړۍ په هر کنج او کنار کې د خوست د سيمې له فرهنگي او ادبي هڅو څخه باخبره شي.د غونډې بل ويناوال د علماوو شورا ريس مولوي محمد ايوب هاشمي وو، چې په خپلوخبروکې يې د روغ ليوني شعرونه د انسان فکر او خيال ته الهام بښونکی وباله او زياته يې کړه ،چې لوستونکي ورڅخه د هېواد پالنې احساس اخلي او خلک يو والي او ملي وحدت ته رابولي.مولوي هاشمي زياته کړه، د ټولنې د خدمتګارانو اخلاص او صداقت د تاريخ په حافظه کې پاتې کيږي.وروسته د مقالو لړۍ پيل شوه او په سر کې ليکوال او ژورناليست محمد غفور مهيدي خپله مقاله، چې د روغ ليوني د شعر په حماسي برخه يې ليکلې وه ولوسته.د مقالې په يوه برخه کې داسې راغلي ول:(( روغ ليوني د دنيا پر مخ زيات ملکونه ليدلي دي د يورپ سرې سپينې له خړې پړې پښتنې څخه کمې گڼي ، د هغوى د وطن ابادۍ او ښکلا ګانې په خپلو غرو او درو قربانوي ، تېر تاريخ يې ښه لوستلى او نړيوالو ته چيلنج ورکوي، چې له تير تاريخ څخه په الهام بديو ته زړه ښه نکړي او دی ،خپل وطن په جنت نه ورکوي.))په غونډه کې ځوان ليکوال نورالله ليونخېل د روغ ليوني د شاعرۍ پر فولکوريک اړخ خپله ترتيب کړې مقاله ولوسته ،چې يوه برخه کې يې داسې راغلي ول : (( روغ ليونى يو وولسي شاعر دى او شاعري ېې پر سادگۍ ولاړه ده.دده شاعرۍ ته د وولسي صفت کارول خو سړۍ دومره زړورکوي ،چې ووايې : روغ ليونى يو فولکلوريک شاعر دى.دده په شاعرۍ کې جرګه،ميلمه پالنه د پښتنو پېغلو زيوارت او نور پښتني ارزښتونه او څېزونه مرکزي ټکي دي.))په غونډه کې په خپل وار کمال شهزاده ،نصير احمد روښان او ساجد بهار هم د روغ ليوني د شخصيت او ادبي هڅو په بيلا بيلو اړخونو ترتيب کړې مقالې ولوستې ، چې د حاضرينو له خوا په ښو احساساتو ولمانځل شوې،تر مقالو وروسته يو ځل بيا ځينو ميلمنو لکه روان تڼي او اول گل جلال احمدزي شفاهي ويناوې وکړې،د غونډې د لومړى برخې ارزونه د خوست د ژورناليستانو د خپلواکې اتحاديې مشر امير بهير له خوا ترسره شوه.ښاغلي بهير د نوموړې غونډې د تابياکوونکيو ستاينه وکړه او ويې ويل ،چې په ريښتيا هم د روغ ليوني په شان هڅاند شاعران ددې حق لري ،چې وستايل شي او د دوى په درناوي بيا،بيا غوندې جوړى شي.نوموړي دخوست ميديوتيک ټولنيزمرکز له مشرتابه دورته پروګرامونوغوښتنه وکړه اوداکاريې دپښتني ټولنې لپاره په معاصر وخت کې ديوښه اوغوره کلتور ددودولولار وښوده .ددستورې په دويمه برخه کې مشاعره وشوه اوپکې ګڼو شاعرانو خپل اوځينو هم دنورو شاعرانو شعرونه ،غزلې ،بيتونه ،نظمونه اوهايکوګانې ولوستې.دمراسمو دپای په برخه کې پرټولوګډونوالو دالکوزي نړيوال شرکت له خوا برابرې شوې ډالۍ وويشل شوې اوهمدارنګه ګډونوالو په هغه غرمنۍ کې هم برخه واخيسته ،چې ددوی په وياړ يې تابيا شوې وه . ميديوتيک مرکز- دخوست"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دل ارام ښارګوټۍلا هم د طالبانو په واک کې دي", "output": "د نيمروز والى غلام دستګير هغه � �پوټونه ردکړل چې وايى افغان فوځيانو د دل ارام ښارګوټۍ بيرته له طالب جنګياليو څخه نيولى دي. نوموړي بينوا سره نن د ټيلفون پر ليکه ومنله چې دل ارام ښارګوټۍ او شاه وخواسيمى له دوى سره نه دي او د ده په وينا له مرکزي دو� �ت څخه يې د مرستې او نويو ځواکونو غوښتنه څو ځله کړې ده . دل ارام ښار ګوټى چې د کندهار او هرات د لويې لار په سر موقعيت لري ٧ ورځې وړاندې طالبانو نيولى دي . ده د بکوا ، دل ارام ، ګلستان ، فرارود او د فراه او نيمروز و� �ايتونو په يو شمير سيمو کې د ناڅرګند شمير طالبانو د شتون خبره ومنله .پرون د نيمروز والى او يو شمير نورو چارواکو له خولې رپوټ ورکړ شو چې دل ارام ښار ګوټۍ دافغان ځواکونو لاس ته لويدلى دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مسلمانانو ته د اوبهاما وینا(گزارش)", "output": "مسلمانانو ته وینا د اوباما د پراخو هڅو یوه ب� �خه ده سپینه ماڼۍ وايي په مصر کې د جمهور رئیس اوباما وینا د هغه د پراخو هڅو یوه برخه ده چې غواړي له اسلامي نړۍ سره دوستانه اړیکې ټینگي کړي خو دا کار به آسانه نه وي. جمهور رئیس اوباما د پنجشنبې په ورځ د مصر په پایتخت قاهره کې ټولې اسلامي نړۍ ته وینا کوي. سپینې ماڼۍ لا له وړاندې پیشبیني پیل کړې ده چې دغه وینا به څه تر لاسه کړي او څه به تر لاسه نه کړي. د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز: ددې هدف له اسلامي نړۍ سره زموږ د اړیکو رغول دي. موږ ددې تمه هم نه کوو چې هر څه به په یوې وینا جوړ شي. دا کار دومدارو هڅو ته ضرورت لري او د همدې لپاره جمهور رئیس وتلی دی. گیبز چې د سعودي عربستان او مصر په لور د جمهور رئیس اوباما له روانېدو څو ساعته مخکې یې خبرې کولې، وویل چې که دا هر څه په یوې وینا رغېدلای نو جمهور رئیس به دغه وینا ډیر مخکې کړې وای. د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړه، جمهور رئیس براک اوباما غواړي مسلمانانو ته د ام� �یکا پیغام ورسوي. هغه دا چې اسلامي نړۍ او امریکا ډیر مشترک امیدونه لري او په گډ کار سره دغه امیدونه پوره کېدای شي. خو د منځني ختیځ او په مجموع کې د اسلامي هیوادونو د چارو ماهرین وايي، د جمهور رئیس اوباما م خاطبین به ډیر اهمیت دده د خبرو پر ځای دده عمل ته ورکړي. له بلې خو په قاهره کې د امریکا غږ خبریاله فایضه المصري وايي، د مصر د پخواني جمهور رئیس انور سادات میرمن جهان سادات چې د مصر او اسرائیلو د سولې د تړون د � �٠مې کلیزې په مناسبت یې کتاب لیکلی دی، د منځني ختیځ پر خلکو غږ کړی چې د سولې د ټینگېدو لپاره نوره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړي. دا په ١٩٧٩م کال کې د مصر د جمهور رئیس انور سادات او د اسرائیلو د صدر اعظم میناخم تر منځ د سولې د تړون د امضا کولو جریان. هغه وخت تمه کېده چې نور عربي ملکونه به مهم په دغه تړون کې ور گډ شي او تر منځني ختیځ پورې به ورسیږي. خو د جمهور رئیس سادات میرمن جهان سادات وايي، دغه امیدونه خاورې شول. زه دغه روان حالت ته ډیره خواشینې یم ځکه چې موږ ٣٠ کاله ضایع کړل. نتیجه بل څه نشته یوازې همدا چې دواړه خواوو ته زموږ لوڼې او زامن وژل کیږي. میرمن سادات وايي، د سولې د ټینگولو لپاره خلک باید گډ کار وکړي. دا وايي، د منځني ختیځ وگړي باید دې ته آماده شي. هر څوک غواړي چې په سوله او امن کې ژوند وکړي. خو اصلي م� �کل د مشرانو دی نه د عامو خلکو. دا وايي، مشران باید د سولې د ټینگولو لپاره جدي اقدامات وکړي. له اسرائیلو سره د سولې د تړون له امضا کولو دوه کاله وروسته جمهور رئیس انور سادات د یوه نظامي رسم گزشت پر وخت ووژل شول. رپوټونه وايي، انور سادات هغهه بنسټ پالو وواژه چې دده له پالیسیو سره په خاص ډول له اسرائیلو سره د سولې د تړون له امضا کولو سره مخالف وو. د ١٩٧٠مې لسیزې راهیسې، نړیواله ټولنه د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د سولې د ټینگولو لپاره منځگړیتوب کوي. میرمن سادات وايي، جمهور رئیس اوباما د منځني ختیځ د سولې په اړه جدي ښکاري او د منځني ختیځ د خلکو لپاره یو چانس دی. زه په جمهور رئیس اوباما افتخار کوم. ځکه چې هغه په � �ښتیا غواړي چې بدلون راشي. هغه منځني ختیځ ته د سولې راوستلو ته مخلص ښکاري. ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اوباما به د پنجشنبې په ورځ مسلمانانو ته د خپلې وینا په وخت دغې موضوع ته هم اشاره وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اپوزيسيون؛ د حكومت مخالف كه دهيواد مخالف", "output": "غلام جيلاني ځواك يونس قانوني چي د تفاهم د ملي شوري مشردي ځان او د تفاهم شوري د حكومت اپوزيسيون بولي، پريږدو به دا خبره چي د ولسي جرګي د انتخاباتو نه دمخه لا څه معلومه ده چي دي اودده دتفاهم شوري په پارلمان كي حتي د اپوزيسيون ځاي هم نيوي شه كه نه خود قانوني او دتفاهم دشوري ځيني غړو دكړنو نه كله كله داسي بريښي چي دوي د حكومت پرځاي د هيواد د اپوزيسيون رول لوبوي. د اضطراري لويي جرګي نه دمخه ښاغلي قانوني د صدارت عظمي د څوكي په تمه د كورنيوچارو دوزارت نه استعفي وكړه خو كله چي يي وليدل د صدارت مقام هيڅ په راتلونكي دولتي تشكيل كي نشته نو سخت خواشيني شو البته د پوهني وزارت څوكي ديوي مودي لپاره غلي كړ، خوكله چي د ولسمشري د ټولټاكنونه دمخه ښاغلي كرزي مارشال فهيم د خپل معاون په توګه ونه ټاكه نو ده هم دغبرګون په توګه د وزارت نه استعفي وكړه او دټاكنو سياليو ته ورګډ شو، دا بيله خبره ده چي ايله په سلو كي ۱۶،۳۰ رايي خپلي كړي. دهماغي شيبي نه چي قانوني اود تفاهم دشوري ځيني غړي د كابيني نه وويستل شول او عملاً د اپوزيسيون په ليكو كي ودريدل ډيرو كړنو يي داشك پيدا كاوه چي دوي دحكومت اپوزيسيون دي او كه دهيواد؟ قانوني اوملګرو يي خپل ټول زيارو ويست چي دټولټاكنو مخه ونيسي اوهره شيبه به يي دټاكنو په وړاندي دتحريم توره ښوځوله. د تاكني په ورځ يي بيا هڅه وكړه چي ټاكني باطلي اعلان كړي خو څرنګه چي دي ډلي دملت ملاتړ نه درلود نو ټولي هڅي يي شنډي شوي ټولټاكني ترسره شوي اوهيواد د يوي اوږدي مودي نه وروسته د ملت لخوا ديو ټاكل شوي مشرتابه خاوند شو. دبده مرغه قانوني او دتفاهم شوري يي دټولټاكنونه وروسته هم ونشول كولاي يوسم او ملي دريځ غوره كړي، د ډيري حيرانتا خبره داده چي دتفاهم شوري حتي دملي مسايلو په هكله هم سم دريځ ندي غوره كړي، په ټوله نړي كي اپوزيسيون دحكومت سره كه هرڅومره اختلاف ولري ملي مسايلو او بيا په تيره د باندني ګواښونو په وړاندي اپوزيسيون او حكومت اوږه په اوږه سره دريږي اود ګواښونو مخه نيسي. ديومودي راپديخوا په افغانستان كي دترهګري پيښي زياتي شوي ، داپيښي زياتره د پاكستان سره په پوله نژدي سيموكي ترسره كيږي، تراوسه ډيرداسي اسناد اوشواهد موندل شوي اوډير شمير ترهګرو دنيول كيدونه وروسته اعتراف كړي چي دوي د پاكستان نه راليږل شوي دي. د پاكستان لخوا دترهګرانو ملاتړ دحكومت د سخت غبرګون سره مخ شو بيلا بيلو دولتي مقاماتو په څرګنده توګه دپاكستان حكومت د دوه مخي پاليسيو غندنه كړي ، دهيواد مطبوعاتو هم په دي ملي جګړه كي د قدر وړ برخه اخيستي اواوس هم ادامه لري، هيوادوالو د اپوزييسيون نه هم دا تمه درلوده چي د پاكستان لخوا زموږ په چارو كي دلاسوهني اودترهګري دملاتړ په وړاندي حكومت سره يومټ شي ترڅو زموږ دښمن په دي پوه شي چي افغانان كه خپلو كي هرڅومر اختلافات ولري نو دبهرني دښمن په وړاندي سره يودي، خو داسي ونشوه او قانوني اودهغه دتفاهم شوري په دي هكله چوپه خوله پاتي شوه، په دي هكله د اپوزيسيون چوپه خوله پاتي كيدل دخلكو په ذهنونو كي يوشمير سوالونه پيداكړيدي، دهمدي سوالونو په بنسټ د وطندار اونيزي په دي هكله دخپلي ۴۱ مي ګڼي په سرمقاله كي داسي يادونه كوي: سوال اين بود واين است كه هميشه اپوزيسيون در انتقاد از دولت در صف اول قرار داشته است.واين طبيعي به نظرمي رسدكه درتمام مسايل ملي وبين المللي اظهار نظر نمايد وموضعګيري مستقل خود را اعلان نمايد. باوجود اينكه اتفاق نظربراين وجود داشت ودارد كه منشاٌ حوادث داخلي اخيرپاكستان مي باشد وآقاي قانوني نيز در مصاحبه اش با تلويزيون طلوع اذعان نمود كه پاكستان خواهان يك دولت وابسته درافغانستان است، اما اين كه چرا اپوزيسيون از جمله آقاي قانوني دراوج تنش ومداخلات پاكستان خاموش بودند، سوال است كه جواب آن به سادگي وبه روشني به دست نخواهد آمد. خوكه تاسي د خيبر د تلويزيون سره چي يوپاكستاني تلويزيون دي دقانوني مركي ته پام وكړي نو په ډيروضاحت كولاي شي پورتني سوال ته ځواب پيداكړي قانوني پاكستاني تلويزوني چينل خيبر سره په مركه كي د انتخاباتو په كمسيسيون ناباوري ښكاره كوي، د حكومت دروغي جوړي پاليسي ديوي ملي اجنډا په اساس نه بلكي د شخصي مفكوري زيږنده بولي او د راتلونكو پارلماني ټاكنوپه هكله شك ښكاره كوي او دخپل هميشني عادت له مخي يوشمير نوري نيوكي كوي، خو د خيبر تلويزيون ددي سوال په ځواپ كي چي په دي وروستيو كي دهيواد په جنوب كي دترهګري پيښي ډيري شوي او كرزي اوخليل زاد پاكستان په دي تورنوي چي افغانتسان ته ترهګر را ليږي، په حيرانونكي توګه دپاكستان په وړاندي يوځل بيا چوپه خوله پاتي كيږي اود سوال دځوابولو پرځاي وايي چي داخبره دكرزي نه پوښتنه وكړي. ددي خبري ساده مانا داده چي ښاغلي قانوني د حامدكرزي سره دپاكستان لخوا د ترهګرو دملاتړ اود افغانستان په چارو كي دپاكستان د لاسوهني په هكله په يو نظر ندي، او په هيواد كي د و روستيو بي امنيوشاته دپاكستان لاس يواځي دكرزي شخصي نظر ګڼي، نه يورښتوني واقعيت. اوس سوال دادي چي آيا په رښتيا هم قانوني په دي نپوهيږي چي پاكستان اوس هم د ترهګرو ملاتړ كوي، او ترهګري اوس هم دپاكستاني پولي نه پديخوا اوړي، اويالكه څرنګه چي قانوني ډيره موده په پاكستان كي وو، اودجهاد په بهير كي يي دپاكستان نه وسله والي اومالي مرستي ترلاسه كولي او دپاكستاني مقاماتو سره يي نژدي اړيكي درلودي. نو آيا اوس قانوني نه غواړي پاكستان سره خپلي پخواني اړيكي خرابي كړي، اوس يي هم دپاكستان په وړاندي خوله له اوبو ډكه ده؟كه اوس هم پاكستان سره څه ګډي ګټي لري او يا كه قانوني فكر كوي د اپوزيسيون وظيفه حكومت سره نه بلكي هيواد سره مخالفت دي؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالب ويندوى:ملا داد الله ژوندى دى", "output": "نن سهار د سهيل ولايت كندهار چارواكو خبر و ركړ چې،دطالبانو دجګړې دلومړې كرښې مشر ملا داد يي وژلى او جسد يي له دوى سره دولايت په ودانۍ كې پروت دى چې،د طا� �بانو ددې مشر خبر دافغان رسنيو په ګډون دنړيوالو رسنيو دخبرونو په سركې ځاى وموند،كه څه هم همدا اوس دكندهار والي اسد الله خالد خبري غونډه رابللې او،ټاكل شوې چې د دوى په وينا د وژل شوي طالب مشر ملا داد الله جسد رسنيو ته ښكاره كړي خو،په سهيلي ولايتونو كې طالب وياند قاري محمد يوسف احمدي شيبه وړاندې بينوا ويپاڼې ته دټيليفون پركرښه ادعا وكړه چې،ددوى مشر ژوندى دى.ښاغلي احمدي دكندهار والي په دروغ ويلو تورن كړ او زياته كړه چې،دوى هر هغه كس چې پښه يي نه وي دملا داد الله ګومان پركوي چې،تر دې وړاندې هم ورته يوه پيښه رامنځ ته شوې وه چې،وروسته په ډاګه شوه چې،ملا داد الله ژوندى دى.احمدي وويل:چې ددوى مشر ژوندى دى او دى هڅه كوي چې ملا داد الله په خپله � �ه رسنيو سره خبري وكړي.په همدې حال كې دافغانستان دملي امنيت رياست د دغه طالب مشر دوژل كيدو پخلى وكړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوريزه", "output": "د نذر جادو دي وکړ د ګفتار په افسون څه کړې ماخو روح درته درکړﺉ زما دتن په بېلتون څه کړې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کې یو شمیر شکمن ترهګر نیول شوي", "output": "میرویس جلالزی د هلمند ولایت د ګ� �مسیر په ولسوالۍ کې پینځه تنه هغه پاکستاني ترهګرنیول شوي چې غوښتل یې له افغانستان څخه د خپل مامو� �یت له خطمیدو وروسته ګاونډي پاکستان ته واوړي.دغه خبره د هلمند والي محمد ګلاب منګل په لشکرګاه کې میشتو خبریالانو ته وکړه.د ګلاب منګل پر وینا چې دغو کسانو له هلمند ته په راتګ سره شاوخوا څلور م یاشتې د افغانانو او افغان دولت پر ضد جګړه کړي وه چې خوشبختانه تیره ورځ هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې بیرته پاکستان ته واوړي.نوموړي تور ولګاوه چې دغه کسان دپاکستان په میرانشاه او س� �کوده سیمه کې تربیه شوي ول او له هغه ځای څخه د دولت ضد عناصرو په دستور هلمند ولایت ته � �ا استول شوي ول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان خبریال عبدالصمدروحاني د قاتلینو د موندلو غوښتنه وشوه", "output": "میرویس جلالزی د بي پولو خبریالانو ټولني نن په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال پر افغان ولسمشر حامد کرزي غږ وکړ چې د افغان خبریال عبدالصمد روحاني د قاتلینو د موندلو په باب باید جدي پلټني وکړي. د دغې ټولني یوه مشر د دې ادارې � �ه مرکز څخه د بینوا ویب پاڼي ته د ټلیفون پر لیکه وویل چې عبدالصمد روحاني یوه آزاد او تکړه خبریال وو چې په ه� �مند کې د ۲۰۰۸ کال د جون میاشتې په اومه نیټه په مرموز ډول وژل شوی خو د میاشتو میاشتو په تیریدو نه د هلمند ولاتي چارواکي او نه د کابل مقامات په دې توانیدلي چې د هغه قاتلین ومومي. په دغې پیښې شاوخوا څلورنیمي میاشتي تیریږي. ټولنه وایې چې د بینواویب پاڼي د تکړه همکار عبدالصمد روحاني د قتل په باب شوي نیمګړي پلټني د دوي د � �ناعت وړ نه دي او نه هم پرې بسنه کیدای شي.ارواښاد روحاني د هلمند له مرکز لښکر گاه څخه لا درکه شو او مړى یې د لښکر گاه په لوېديځ پنځه کيلومترۍ د بولان په هديره کې وموندل شو . لومړني رپوټونه وايي چې ارواښاد روح اني په ډز و ېشتل شوى دی. تر اوسه د نوموړي د وژنې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو ده وړاندې ويلي و، چې په بيا بيا ورته د نا معلومو کسانو لخوا د مرگ گواښونه شوي شهید عبدالصمدروحاني"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر: وسله والو کسانو یو صراف وواژه", "output": "میرویس جلالزی وسله والو کسانو تی� �ه ورځ یو صراف د پکتیکا له مرکز ښرنې څخه وتښتاوه او وروسته یې هغه وژلی چې نن سهار یې مړی موندل شوی دی . د پکتیکا د والي نطاق حمیدالله ژواک وویل چې دغه صراف طالبانو وژلی او د هغه موټر یې هم له ځان سره وړی دی. طا� �بانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي . دغه صراف خانو نومیده او په ښرنه کې یې صرافي کوله.د خانو د کو� �نۍ غړي وایې چې هغه له تېرو پنځو کلونو راهيسې په ښرنه کې صرافي کوله،خو له تېرو څلورو مياشتو راهيسې يې په کابل کې صرافي پيل کړې وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ترانه", "output": "ر ب خو د ي و وينه په ما يو ځل و دان وطنهافغانستان وطنه شان وشوکت دي غواړما با د ملت د ي غوا ړم د ا بدا لي و غز نو ي و ميرويس خان و طنهافغانستان وطنه ستاترلوی غرونو ځارشمستا تر سيندو نو ځارشم ته مي يې روح ته مي يې تن،شم دي قربان وطنهافغانستان وطنه مو ږ عز تمن يو په تامو ږ قد ر من يو په تا که ته ويجاړ يې مو ږ به خوار يو پرجهان وطنهافغانستان وطنه کو ر د غا ز يا نو يې تهکو ر د و ليا نو يې ته ستا په لمن کي شته بېشماره د رو يشان وطنهافغانستان وطنهتل د ي ا با د غو ا ړ مههر وخت دي ښادغواړمه د غه د عا د ه د نظر محمد د ر ما ن و طنهافغانستان وطنه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريكا: اېران دي خپلو كړنو ته متوجه وي", "output": "د امريكا د سنا مجلس د اېران پر حكوم ت ږغ كړي چي د عراقي جنګياليو له ملاتړه لاس واخلي. دغه غوښتنه د امريكا د سنا مجلس ۹۷ سناتورانو د رايو په اتفاق يو پرېكړه ليك تصويب كړه. امريكا تل پر اېران تور لګوي چي عراقي جنګياليو ته وسلې وركوي او هغوى د ام� �يكايي سرتېرو پر خلاف بريدونو ته هڅوي، خو د اېران حكومت د عراق په چارو كي هر ډول لاس وهنه ردوي.امريكايي سناتوران د پرديو په لاس د خپلو سرتېرو وژنه له زغمه وتلى ګام ګڼي او وايي اېران يې بايدبدو پايلو ته حساب وكړي. دا په داسي حال كي ده چي څو ورځي دمخه د ديموكراتانو د ګوند سناتور ليبرمن هم پر سپينه ماڼۍ ږغ كړئ و چي بايد پر اېران د بريد دپاره اماده وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هو که خدای کول غونډ به را ويښ شو (دجاهد لیکنه )", "output": "هو که خدای کول غونډ به را ويښ � �و.ولې تاسو ندي اوريدلې له هرې ژړا وروسته خندا او له هرې تيارې وروسته رڼا وي. په ياد ولرئ څومره چې غم او ژړا زياته وي بيا هماغومره خندا هم ډېره وي، دد ې په ختمېدو سره انشاءالله چې خورا ستره خوښۍ او خندا د افغانانو په نصيب کې ليکلې ده. ستاسو نظر زه د ختيځ معاصر فيلسوف علامه اقبال ته راګرځوم چې د افغانانو په هکله څه ښه وايې. صد جهان باقی است د رقرآن هنوز اندر � �ياتش يکی خود را بسوزباز افغان را از آن سوزی بده &nb; sp; عصر او را صبح نوروزي بدهملتی ګم ګشته ی کوه و کم� � &n; bsp; از جبينش ديده ام چيزی ديګرزانکه بود اندر دل من سوز و د� �د حق ز تقديرش مرا آګاه کردکاروبارش را نکو سنجيده ام &nb; sp; آنچه پنهان است پیدا ديده اممر ميدان زنده از الله هوست & nbsp; زير پای او جهان چار سوستبنده ئی کو دل بغير الله نبست & nbsp; مي توان سنګ از زجاج او شکستاو نګنجد در جهان چون و چند &nb; sp; تهمت ساحل باين دريا مبندچون ز روی خويش بر ګېرد ح جاب او حساب است او ثواب است او عذاباو يا په بل ځای کې فرمايې:ګفت هنګام طلوع خاور است &nb; sp; آفتاب تازه او را در بر استلعلها از سنګ ره آيد ب� �ون &nbs; p; يوسفان او ز چاه آيد برون ( يانې چې وخت راشي ددې ملت ورک يوسفان به راپيدا شي)رستخيزی در کنارش ديده ام &nb; sp; لرزه اندر کهسارش ديده ام دادی وينئ يې علامه اقبال چې يو هندي عارف دی د افغانانو راتلونکی څومره ښکلی ښيې او انځوروي يې. خو اوس خبره داده چې دا کار به کله کېږي او پاک څښتن تعالی به کله دا هيواد او ملت د نړيوالې مافيا له لاسه خلاصوي د هغه په تقديراتو پوري اړه لري. خو انشاءالله چې کار به ډېر لرې نه وي ځکه نوره ددې ملت د صبر کاسه چپه شوې او د نور صبر او زغم ځای ندی پاتي او دا ولس نور دېرش کاله همداسې خوار او زار نشې اوسېدای. ډېرې ژړا ګانې شوي، ډېرو کونډو او بورو د الله جل جلاله په بې نيازه دربار کې اوښکي توی کړي او دعاوي يې کړي، ډېرو يتيمانو او مزلومانو فريادونه کړي. ډېر تنکي ځوانان او پيغلي، مېندي او پل� �ونه د اسلام ، ناموس او وطن لپاره په وينو کې لوبېدلي، ډېرې لوږې، تندي او ستړياوي خلکو ګاللي او ددې ټولو اجر انشاءالله له لوی خدای سره په خپل ځای پاته دی. ولې نه يو خبر د اختر په ورځ چې يو مسلمان د الله تعالی د رضا لپا� �ه يو څاروی ځار (قرباني) کړي څومره فضيلتونه او اجرونه يې علما او امامان بيانوي نو ایا دا د کابو دوه مليونو � �هيدانو ويني چې د خپل دين او مولا د نامه د لوړوالي لپاره يې توی کړې او دا پورتني واړه کړاوونه يې وګالل به هسي وړيا ولاړې شي او هېڅ ثمره به ونلري؟ ولې نه يوه خو مو وليده چې د سره ښکېلاک (روسانو) غونډه امپراتوري يې په برکت دړې وړې شوه او د څښتن تعالی په فضل سره اوس د نړۍ په کچه هېڅ پزه او هېڅ صلاحيت نلري او خپله ګدايې ته ناست دي. اصلاً که ښه ځير شو د نړۍ ولسونه له نورو ټولو دليلونو سره سره هغه وخت په ناوړه سرنوشت (پايلو) اخته کېږي چې خاين او ميراثي رهبران (پاچايان) چې د کار اهليت ونلري پدوی حاکم شي او هغه وخت سوبمن کېږي او کا� �نامي ګټي او تاريخونه بدلوي چې خدايې او په دين او ولس مين او د کار وړ رهبران پر دوی وټاکل شي چې د افغانستان تاريخ ددې ګواه دی، نو خصوصاً د افغانستان او عموماً د ټولو مسلمانو ولسونو نني مشکلات د څو پښته نا اهله او که ووايم بېدينه حاکمانو د غفلت او ځان پالني او ملت او دين هېروني او عياشۍ او فحاشۍ پايله او نتيجه ده. او بیا مو په وار وار سره کتلي چې د الله جل جلاله رحم په داسي ولسونو شوی او دسالمو او نيکو او دين پالو رهبرانو په واسطه له برباديو څخه وتلي او سوبمن شوي. خو دلته يوه بله خبره هم ده لکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلې تاسو خپلو حاکمانو ته ښېرا مه کوئ ځکه خدای (ج) هغه وخت په تاسو بد حاکمان ټاکي چې اعمال مو بد شي او که تاسو اعمال سم کړئ نو بيا خدای (ج) ستاسو حاکمان هم اصلاح کوي ياني سالم او مؤمن حاکمان درباندي ټاکي چې ددې حديث پايله دا شوه چې د ملت حال ټول د هغوی په اعمالو پورې تړلی. نو مانا دا شوه چې د افغانانو او عموماً ګردو مسلمانانو ننی حالت ددوی د عملونو زېږنده دی. او خدای د خير کړي چې لا به څه وشي لکه هغه د رحمان بابا رحمة الله عليه خبره چې وايې: خدا چې څه بازي شي پېښه عاشورا شي که اختر شي او همدارنګه مولانا جلال الدين بلخي رحمة الله عليه فرمايلې: هر چه بر تو آيد از ظلمات و غم آن ز بی باکی و ګستاخيست هم او په بل ځای کې دا مبارک فرم ايې:هېچ قومی را خدا رسوا نک� �د تا نيامد دل مرد خدا به درد يانې د خدای (ج) سنت دا ندي چې يو قام (ټبر) او م لت پرته لدېنه چې دوی ته يو ويښونکی را واستوي او خپل حجت پرې تکميل نکړي په مختلفو عذابونو ونيسي او دا ډول م ثالونه په قرآن عظيم الشان کې پريمانه شتون لري. او قرآن کريم ښه راته واضحاً ټول مسائل ابلاغ کړي خو اوس چې زمونږ عقل او پوهغه هغه ته نه رسېږي دا بل کار دی. نو مونږ ته پکار دي چې دا خبري سرسري و نه نيسو، دا شايد ډېرې عادي وبرېښي خو خورا مهمي دي او زمونږ ټول سرنوشت همداسي برېښي. دلته اوس دا خبره اړينه ده چې ښه که داسي وي نو هغه خدايې وېروونکی يا په اصطلاح سره خدايي بشير او نذير څوک وو او کله موجود وو او څه شو او څنګه خلک او ملت ويښ نشول او څوک ددې لارې خنډ وګرځېدل چې ملت مو له ننيو ناخوالو او نادودو سره له څو لسيزو راهيسې مخ او ګريوان دی او ورځ تر ورځې ټکول کېږي، خوارېږي، وژل کېږي او... او د هېچا پرده خدای ونکړه که پير ؤ که فقير که شتمن ؤ که نېستمن، که ملا ؤ که عامي، که پوی ؤ که ناپوی، که سياستمدار ؤ که چارواکی او داسې نور هر ډول او خدای خبر چې لا نور به څه وشي.نو که رښتيا ووايو او سرونه خپلو ګرېوانو ته ټېټ کړو رښتيا هم دا ټول حالتونه او بدمرغياني زم ونږ له مونږه دي، البته چې له خدای سره به اړيکي نلرو او هېر کړی به مو وي، يا په هر چا پسې چې ځو يا تللې يو خدايې خلک نه ول او د هغه مرسته او کمک ورسره نه ؤ او د هغه د تائيد وړ نه ول، يانې د الله تعالی خوښ نه ول او ندي.او مونږ ټول افغانان که پښتانه دي که تاجک دي يا نور، واړه چاري له بنده ګانو ګڼو او الله (ج) په دغو چارو کې هېڅ ش� �يک نه بولو، او تل داسې انګېرو چې که خدای کول ګلبدين به داسې وګړي، يا مسعود يا دوستم به داسې وکړي يا سياف يا طالب او اسامه يا مولوي خالص او يا بل او سره له دغو ټولو دورو او ازموينو څخه چې په سر مو تېر شول او په سر مو وخوړل هېڅ دې ټکي ته نه متوجه کېږو چې له دغو پورته ذکر شوو رهبرانو يا نورو ډلو او ټپلو څخه چې پېژنو يې او يا و� �سره تړلي يو د دين، هيواد او ملت له تباهۍ او د اسلام او مسلمانانو له بدناميو څخه پرته مو بل څه و نه ليدل دا ټول رهبران او د هغوی ډلې مو وليدې کوم يوه داسې کار کړی چې خدای او مسلمانانو ته د پسند (خوښې) وړ وي بلکه ومو � �يدل هر يوه پخپل وار او وس پورې څومره تېري او ظلمونه وکړل څومره ځامن او لوڼې يې يتېمان کړل څومره مېندي يې کون� �ي او بوري کړې او بالاخره دا دخدای (ج) مخلوقات يې په کوموډولونو نه وو چې و نه ځورول، ښارونه يې وران کړل، فاب� �يکې يې چور کړلې او حتی چې په ژونديو يې غوړي توی کړل او مېخونه يې پکښې ټک وهل. داسې له جناياتو ډک کارونه خو به په انساني تاريخ کې هم نه وي شوي خو دلته وشول. تاسو ټولو ته به ښه معلومه وي او اکثرو به ډېری صحنې په سترګو کتلې وي نو بيا ولې ځان دوکه کوو او پاملرنه نه کوو، آيا همدې سياسې حزبونو چې مونږ يې يادوو دا کارونه ونکړل خو بيا هم مونږ وايو چې پلانکی رهبر به داسې وکړي او پلانکی پير به داسې وکړي او پلانکی سياستمدار به داسې، آيا دا دېرش کلنه دوره چې خدايتعالی څو ځله په يوه اړخ او بل اړخ ټولې صحنې او نظامونه واړول او د دې ولس هر ډول وګړي يې پکښې و ازمو يل او هر نظام يې ملت ته ورښکاره کړ چې پوچ وو او ددې رهبرانو او نورو يواځېنی هدف او غايه دنيا او مافيها ده او بس. او ډېره کمه يا که ووايم بې ځايه به نه وي هېڅکله مو څښتن تعالی ته د صدق له مخې رجوع و نکړه او د انسي او جني شياطينو په دوکو مو هېڅ دا احساس هم و نکړ او ددې له مخې مو توپير هم ونکړ او پدې لاره کې مو هڅه او لټه ونکړه چې د ولس خلاصون او نېکمرغي او د خدای جل جلاله رضا او خوښي يواځي او يواځي د هغه د دين د احکاماتو په بشپړ ډول م نلو او له نواهيو څخه په ځان ساتلو او ددې کار لپاره مهمه دا وه چې مونږ واقعاً صادق، مؤمن او په دين او هيواد م ين لارښود له الله تعالی څخه وغواړو او د هغه په دربار کې له دغو ناخوالو څخه د خلاصون لپاره شپه او ورځ وژاړو او پلټنه وکړو څو داسې لارښود او امير لکه يوسف عليه السلام يا صلاح الدين ايوبي يا نور و مومو او پيروي يې وکړو څو له دغو بدمرغيو او برباديو وژغورل شو.د مولانا بلخي خبره چې مخکې مو ذکر کړه هرڅه زمونږ له اعمالو دي چې پر مونږ راځي دلته به يې په ډېر لنډ ډول يو څو ټکي بيان کړم، لومړی دا چې ټول افغانان او پښتانه څومره دين پالي يو، زمونږ په کلو، ښارونو، کورونو مجلسونو او نورو هر ډول ځايونو کې تمامه ورځ ساز غږول کېږي او ټوکي وي، ټکالي وي، غيبتونه وي، وخت عبث تېرول وي، چرس وي نسوار وي، سګرټ وي او نور... ښه ددې په ځای مو په شواروز کې څو ګنټې د آخرت لپاره مصروف او لاس په کار يو؟ ټول عمر په سيال داريو او ځان تراشيو کې بوخت يو، ټول عمر دښمنۍ او ت� �بګنۍ پالو، دا ټول کارونه هم د استعمار زېږنده ندي، بلکه اکثره يې زمونږ په ټولنه کې د رواج او دود په بڼه شتون لري. د اکثرو د ژوند ټول هدف مو ګېډه مړول او که له هرو لارو وي د شتو راغونډول دي او ددې پروا نه کوي چې مقابل � �وری څومره وږی او بربنډ دی او لا نور يې هم کوي، د ګل پاچا الفت صاحب نثرونه وګورئ چې پدې ملت او ولس کې يې د بدم� �غۍ او بدبختۍ څومره ټکي را په ګوتو کړي. په شواروز کې هم پرته له پنځه وخته لمونځو څخه چې ټول يې پنځه وخته هم نه کوو نور د دين کوم احکام په ځای راوړو او لمونځونه مو په کوم ډول دي، په روزه کې خو يواځي د خولې او فرج له تړلو پ� �ته نور مو کوم غړي کابو کړي او يا ورڅخه د خير کوم کار اخلو؟ د هغه يتيمانو او کونډو سره مو چې پلار او م ېړه يې خپل سر د خدای د رضا او د هيواد د ازادۍ لپاره ورکړی څه وکړل، دا کار يواځي د رهبر يا ملا يا بل چا ندی، د هيواد هر شتمن، هر عام او خاص پدې اړوند مسئوليت لري. زمونږ په ګاونډ کې خلک د لوږې شپې او ورځې تېروي خو مونږ او زمونږ خانان او ملکان څه او څه نه کوو، آيا د تېرو مسلمانانو په وختو کې هم همداسې ؤ؟ د غريب، عالم او د ملا او ديندارو قدر زمونږ په ټولنه کې نشته، ملا بېچاره د يوې ګولې مړۍ د موندلو لپاره په جومات کې رښتيا نشې ويلای، د خان او ملک غوړه مالي کوي څو يې له جوماته و نه شړي، زمونږ په ټولنه کې ملايان او دينې عالمان په اقتصادي لحاظ سره تر ټولو ټېټه طبقه ده او که ووايم د اثر او رسوخ هر سړی ورته په سپکه او ټېټه سترګه ګوري سمه به وي؛ خوار غ� �يب او مظلوم ته خو څوک د سړي په سترګه هم نه ګوري، سړی يواځي هغه وي چې شتمن وي يا غښتلې کورنۍ او ټبر ولري. د چا خبره څوک چې علم لري پيسې نلري او څوک چې پيسې لري د علم او د علم د څښتن درناوی نه کوي او ټېټ يې بولي او همداسې په سلهاوو او زرهاوو ناوړه دودونه زمونږ په ټولنه کې شتون لري چې د هغوی له منځه وړل او اصلاح کول له خدايتعالی او يا د هغه له نېکو بندګانو څخه چې همدی يې مل وي پرته ستونځمن او که ووايم ناشونی کار دی. ښه نورې خبرې او د� �دونه ډېر دي خو مونږ بايد د يوه نېکمرغه سباوون په تمه لاس او پښې وښوروو او هېله ولرو او کار وکړو چې خدای به دا تياره رڼا او دا ژړا په خندا واړوي. او لټه وکړو څو واقعي مؤمن او له خدای او ملت سره صادق وګړي او رهبر ومومو څو له دغو بدمرغيو څخه مو خدای تعالی خلاص کړي لکه چې خدای جل علی شانه په خپل کتاب کې فرمايلې إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ يانې: بې له شکه الله تعالی د هغه قوم په حال کې تغير نه راولي څو پخپله ځانونه پوی نکړي او په ځانو کې تغير را نه ولي. نو مونږ دا خبرې ولې سرسري نيسو که مونږ افغانانو په ځانو کې تغير راوستی وای او لږ غور مو کړی وای چې ولې ورځ تر ورځ خوارېږو، وژل کېږو آيا علت هم شته که نه، او که پخپل اند او ګومان سره هر يو خپل رهبران ستايې او د برياوو امېدونه لري خو ټول منفي او پوچ راوځي. بايد چې مونږ خدايتعالی ته عذر او زارۍ وکړو او ورته ووايو تر ننه مو چې هره لار نېولې يا مو هر ډول ګومانونه کړي ټول غلط ختلې او خېژي او مونږ واقعاً نه پوهېږو، هغه څوک چې ستا خوښ دی او له تا سره لار لري مونږ ته را وښيه او � �ا وې پېژنه او هغوی زمونږ په سر وټاکه که هغوی هر څوک وي څو مونږ له دغو کړاوونو او بدمرغيو خلاص شو. که داسې و نکړو او تل همدا وايو چې پلانکی او پلانکی نو خدای مکړه همدا به مو حال وي او حتی تر دې هم بد. په پای کې دا هم بايد ووايم پښتانه غيرت لري خو لدې غيرت او زړورتوب سره دوی ته لږ پوهه هم پکار ده، مونږ پښتانه تلفات زيات ورکوو خو کم بری مو په نصيب کې کېږي چې ټول د پوهي او درايت نشتوالی دی او لدې سره د ايمان نور ته هم اړتيا ده او یوه معنوي لارښود ته هم. چې سم رهبر وپېژنو او ويې ټاکو نو لکه د سلطان محمود يا شهاب الدين غوري يا احمد شاه ابدالي غوندي دورو راتګ اسانه کار دی. مونږ يو ځل له انګليسه جهاد وګاټه او په يوه غل (سقاو زوی) مو د جهاد ټولې برياوي او سوبې و بايلې او همداسې بل جهاد مو وګاټه او په دې نادودو او په اصطلاح سره بېغمه او بې خدايه خاين � �هبرانو او ديندارانو مو د جهاد ټولې سوبې وبايللې او له بدو بدتر شوو. نو تر هرڅه د مخه د رهبر ټاکل مهمه موضوع ده چې سم رهبر ولسونه سموي او برعکس کاږه رهبران يې داسې کوي لکه چې ګورو يې. خورا درنو وروڼو او مشرانو په خبرو کې به ډېرې ستغي او سپوري راغلې وي د هغوی بښنه هم له تاسو او هم له الله تعالی غواړم، زه هم ځوان يم او ځوانان احساسات لري، پرون مې چې په لر او بر ويبپاڼه کې دا سرټکی وليد[ آيا مخکې له دې ،چې ټول ووژل شي ، راويښ به شي او که نه ؟!] رښتيا چې سخت يې خفه کړم او چرت مې خراب شو. کله مې کومه رسمي مقاله يا څه هم نده ليکلې کېدای شي د قلم د خاوندانو په نږدې ډېرې غلطيانې ولري خو هيله لرم عفو به يې کړي. ځکه مونږ ټول بندګان يو او ضعيفه يو، خبرو ته مه ګورئ درد ته وګورئ. ډېری مسئلې چې حيران افغان صاحب ليکلې حقيقت دي او واقعيت لري. او په پای کې يوه يادونه کوم خدای چې وغواړې څوک ونازوي هغوی لومړی کړوي، آيا د پيغمبر (ص) اصحاب يې و نه کړول، خپله پيغمبر (ص) يې په څوم� �ه ازموينو او تکليفونو کې واچاوه، خو دد ې مانا خو دا نشوه چې هغوی غلط وو، تاسو هم چې انشاءالله ښه پوهېږئ. نو دغې خوار او زار ولس ته چې داسې کړېږي ډېرې نېکمرغيانې او سوبې او خوښيانې په لاره دي، داسې خنداوي چې انشاءالله ټوله نړۍ به يې بيا نکلونه وړي او کوي به يې. خدای د وکړي چې له مونږه هم پدې لاره کې کار واخلي او تر هغې مو د ژوندي ولري. آمين او د ښکېلاک ګرو پدې تېريو او ځورونو سره چې ويې کړلې ګورو دادی پښتانه او ټول افغانان له پخوا نه ډېر زيات هوښيار او راويښ شول او اوس دادی اېله په بېله د يوه مسئوليت احساس کوي او د علم او پوهي خواته � �ېواله شوي او منطق او دليل اېله په بېله مني. او پوه شول چې زور واکي او نفاق پرته له برباديو بل سوغات ولسونو ته نه لري. په پای کې زه د مولانا صاحب فيضاني (رحمة الله عليه) د هغې کتاب چې په ۱۳۵۰ هل کې د ظاهر شاه په وخت کې يې ليکلی ؤ او د افغانستان په ملي مطبعه کې چاپ شو او ټولو علماؤ او سياستوالو ته ورسول شو يو مطلب دلته راکاږم څو مو موضوع د همدوی له نامه او ليکنې هم خالي نه وي. پدې کتاب کې مولانا صاحب فيضاني (رح) چې نوم يې دی ( د علماؤ او مشايخو دنده د دين په هکله څه ده) داسې ليکي. چې لنډيز يې زه دلته را اخلم. په هغه ملت کې چې درې پوړې (طبقې) وګړي خراب شي په هغه ملت د خدای جل جلاله عذاب راځي. (۱) سياستوال او چارواکي (۲) شتمن او ب� �ای (۳) علما (ديني علما) نو دا مبارک فرمايې: په افغانستان سياستوال خراب دي، چارواکي په عام ملت ظ� �مونه کوي، د هغوی کارونه نه کوي، خدمت نه ورته کوي، دولتي ادارې فسادونو او رشوتونو په سر اخيستي او بالآخره ددې مظلوم ملت حال ته يې هېڅ پاملرنه نشته. وروسته پسې زياتوي شتمن او بډايان زکاتونه نه وباسي، د غريبانو او مسکينانو حق له خپلو مالونو څخه نه ورکوي، صدقې نه کوي نو ددوی مالونه حرام دي او د عذاب مستحق دي. زکاتونه خو څه چې همدا شتمن دي چې د شتو او سرمايې د راغونډولو لپاره غريبان لاپسې غريبوي او خپل زېرمتونونه ډکوي. د الفت صاحب خبره چې د خانانو د ډېرو او مېلمستونونو په هکله په يوه ځای کې وايې چې په دې مېلمستونو کې د يو څو تنو مړول خو وينو خو د نورو ډېرو وږي کول مو له پامه ايستلې يانې د څو تنو مړول د ډېرو د وږي کولو پواسطه شونې دي. دریم دوی فرمايې: دينې عالم ان خپلو اصلي دندو ته متوجه ندي، په ملت کې ګناوي او فحشاوي ورځ په ورځ زياتېږي زورو ظلمونه کوي او خواران خوا� �ېږي او دوی د خپلو ګېډو د مړولو لپاره غلي ناست دي اومبارزه نه کوي. واقعاً چې همداسې ؤ که په هماغه وخت کې علماؤ ټېنګ درېځ غوره کړی وای او ټول سره يو لاس او يو موټي شوې وای په ډېرو کمو تلفاتو به د افغانستان حال د نن په شان نه ؤ. نو دوی په ۱۳۵۰ کال کې په هماغه کتاب کښې کاږي، چې ډېر ژر ده په دې حرامخوره قوم عزيز او جبار خدای شديد ترين او غليظ ترين کفار نازل کړي، او بيا وايې چې ملحدين به راځي او ددوی سرمايې او ځمکې به ويشي، ښځې به يې ورنه بيايې، بيا به نه شتمن، نه عالم او نه پير او نه سياستوال ته عزت او صلاحيت پاته وي. او په پای کې وايې که مونږ نن سره کښېنه نو (نه کښېنو) او خپل عيبونه سره و نه وايو او اصلاح يې نکړو سبا به کفار زمونږ او ستاسو عيبونه د نړۍ په ټلويزونو او راډيو ګانو کې ټولې نړۍ ته بيانوي. وايې چې اخطار دی. په درنښت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوژل شوي الماني وكړى جسد وموندل شو", "output": "د اسوشيټټ خبري رسنۍ ديوې ناڅرګندې س� �چينې له قوله خبر وركړ د هغه وژل شوي الماني وكړي جسد چې تيره ورځ طالبانو وژلى و موندل شوى دى.په خبر كې لا نه ده روښانه ده چې،د وژل شوي تن جسد په كوم ځاى او دم كړۍ دچا په لاس كې دى.تراوسه لا دا هم نه ده روښانه چې،دغه كس څنګه وژل شوى دى. په دې اړه بشپړ جزيات وروسته پرليكه كيږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايران:د الوتکې د رالويدو له امله ١٦٩ مسافر ووژل شول", "output": "د ايران په شمالي � �ويديځه سېمه قزوين کې يوه مسافر وړونکي الوتکه غورځيدلې چې پکې دي الوتکې د ١٦ عملي تر څنګ ١٥٣ تنه مسافر وژل � �ويدي.د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا له قوله دکاسپين ايرلاينز يوه الوتکه دې تهران له هوايې ډګر څ خه له پرواز څخه ١٦ دقيقې وروسته په شمالي لويديځه برخه قزوين ښار کې وغورځيده.د قزوين د چارواکو په وينا په الوتکه کې سپاره ټول مسافر وژل شويدي.د ٢٠٠٦ کال په سپتمبر مياشت کې د ايران په ختيځ مشهد هوايي ډګر کې له هوايي کرښې د کږېدو له امله يوه الوتکه راولوېده، چې په کې ٢٩ تنه سپرلۍ ووژل شوې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تركيه: افغانستان ته نوي سرتيري ليږو", "output": "د تركي د باندنيو چارو وزير افغانستان ته د خپلو سرتيرو د يوي ډلي د ليږلو او په كابل كې د يو روغتون د جوړولو ژمنه وكړه .د نوموړي هيواد د باندنيو چارو وزير ( عبدالله ګل) پرون په پلازمينه كابل كې له خپل سيال ډاكټر رنګين دادفر سپنتا سره د ليدو پر مهال وويل: هيواد يې ژمن دى چې د افغانستان په بيلا بيلو برخو كې مرسته وكړي . تركيه د ناټو يو له غړو هيوادونو څخه ده چې د افغانستان په ميدان وردګو ولايت كې څه نا څه ۸۰۰ تنه سرتيري لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بلخ:د ښځو او ماشومانو پر وړاندي تاوتریخوالی زیات شوی", "output": "مزار شریف: د ښځو چارو وزیرې په شمالي ولایتونو کې د ماشومانو او ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه خپله شدیده اندیښنه وښوده.میرمن حسن بانو غضنفر چې نن د سې شنبې په ورځ یې د مزار شریف په ښار کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي او د اجباري ودونو تر نامه لاندي جوړ شوي کنفرانس کې خبري کولي وویل چې زمونږ وروستي ارقام ښیي چې په شمالي و� �ایتونو کې د هر بل ولایت په پرتله د ښځو او ماشومانو پر وړاندي زور زیاتی ډیر شوی او زمونږ شدیده اندیښنه یې را پارولي ده. آغلې غضنفر په بدو کې دن نجونو ورکول، په زور ودونه، د کم عمره نجونو ودول، له ښځو سره دوه ګونۍ چال چلند او په ټولنیزو چارو کې هغوي ته د مساوي ونډي نه ورکول هغه لاملونه په ګوتو کړل چې پر وینا یې دوي یې په اړه سخت اندیښمن دي. په دې خبري غونډه کې د بلخ ولایت د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ریس قاضي سید محمد سامع هم د م یرمن غضنفر خبري تاید کړي او زیاته یې کړه چې دوي د دې تاوتریخوالي په را کمولو کې ډیري هڅي کړي خو لا هم شته داسي کورنۍ چې له خپلو ښځو او نجونو سره سم سلوک نه کوي او تر هغو چې دا کورنۍ خپله ستونزه په خپله هواره نه کړي نو دوي په دې اړه څه نه شي کولای."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پکتيا کې يو ملکى ډاکتر وژل شوي", "output": "د پکتيا امنيتى چاروواکو منلې چې ددغه ولايت د زرمت ولسوالى کې يو ملکى ډاکتر د موټر سايکل سپرو په ډزو کې وژل شوي دي . چارواکو ويلى نوموړى ډاکتر له چا سره شخصى دښمنى نه درلوده او تر ډيره بريد د طالب جنګياليو له لورى وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان له پاره نوې ساري رنځ", "output": "نن په نړې كې د امريكا تېرې كونكې سياست د پوهانو، عالمانو، د بې پولي ژورناليستانواوتحليلګرانواندېښنې زياتې كړي دي داسې فكر كېده كه چېرې د امريكا په سياسي چاپريال كې بدلون راشي او دموكراتان واك ته ورسيږي د تګ لاره به هم بدله شي د دښمنې اوتېرې كونكي سياست په ځاې به ددوستې لاسونه اوږده كړي، د وسلوپه ځاې به د سولې او خبرو لار ونېسي، د تهديد او تور لګولو په ځاې به نړېوالو نورمونو ته مخه كړي، كړكېچونه او لانجې به د خبرو او منطق له لارې حل كړي. اوس چې د ډموكراتانو ډله واك ته رسېدلې ده اوباما د ډموكراتانو مشرواكمن دى خو په كړنلاره كې بدلون ندې راغلې كټ مټ ېې د بوش لاره نيولې ده، هغه كړكېچونه او ستونزې چې په افغانستان او عراق كې بوش رازېږولې دي لا ستونزمنې شوې دي دا چې د سولې او خبرو له لار ېې حل كړي، وسلو او زورته ېې مخه كړې ده دادې افغانستان ته ېې نور وسلوال ځواكونه ورواستول ور سره سم ېې هوائي بمبارېو ته زور وركړه او عام وژنه ېې پېل كړې ده،او نور لا ددې په لټه كې دې چې په كومه بانه نورې خطرناكې وسلې او وسلوال ځواكونه افغانستان ته واستوي. د شمالي كوريا او ايران سره د جنګ په درشل كې دې اود داسې لارو چارو په لټه كې دې چې ايران ته نوې بيولوژيكي سلاح وې چې د نړېوال كانونسيون له خوا پری بندېز دې ور دننه كړي اوپه دې تورچې خطرناكه بيولوژيكې زهري وسلې لري او نړېوالې اقتصادي لارې پری بندې كړي، ددې نوو بيولوژيكي وسلو په هكله د ځينو هيوادونو بې پولو ژورنالستانو پلټنه كړې ده چې د ګرجستان هيواد په لابراتورونو كې د امريكا په مشرې د بيولوژيكې وسلو ازماېښتونه كيږي،اواندېښنه ېې ښودلې ده چې دا خطرناكه بيولوژيكي وسلې به كله اوپه كوم هيواد كې سررا پورته كوي ،ژورناليستانوددې پلټونوپه هكله ويبپاڼه كې ليكنه كړې چې لوستونكو ته ېې ژباړه وړاندې كوم ، ليكونكې واي چېwww.kr-eho.infoد په خپل وخت كې وړوكې بوش په همدې بانه په عراق ورودنګل اود (( د صحرا د طوفان )) په نوم وسلوال عمليات ېې پېل كړل، دا چې پلټنه ېې كړي واې او كوټلي معلومت ېې تر لاسه كړي واې په درواغوېې په صدام حسېن تور ولګاوه چې وسلوال پوځ ېې په هغه كېمياوي وسلو سمبال دې چې د نړېوال كانونسيون لخوا پری بندېز دې ،د دې قیصې پس منظر نړېوالو ته معلوم شوه چې كېمياوي وسلې ېې بهانه ونيوله اونړېوال نورمونه ېې تر پوښو لاندې كړل اوپه عراق ېې ور ودنګل صدام حسېن ېې دټولوبشری،اسلامی اونړیوالونورمونود اختر په ورځ پانسي كړ اودملګروملتونودپریکړی پرته د ناټووسلوالو ځواكونو سره ېې په ګډه د عراق خاوره اشغال كړه ، دا لا معلومه نه ده چې له عراق نه وروسته امريكا بل كوم هيواد په ګوته كوي، او ېا خو به ايران د بلې كومې نوې ممنوعه وسلود ازماېښت په تور تورن نه كړي او ېا خو به په افغانستان كې چې جنګ د يوې ورځې نه بلې ته په تودېدودې داسې بيولوژكي وسلې چې عامه تباهې مینځ ته راوړي پېدا نه كړي. په دې اړه د ځينو هيوادونو بې پولي ژورنالسيستانود بيولوژيكي وسلود توليد په هكله پلټنې كړي دي چې ځينو مخامخ او ځينو كناېه شاهدي وركړي چې د بيولوژيكي وسلې پټې د امريكا په مشرې د ګرجستان هيواد په خاوره كې جوړيږي، چې لمړې نښې نښانې ېې څو ورځې مخكې راوسپړل شوې ، د بيولوژيكي وسلو د نړېوال كنترول كمېسون ( بيرو) واي چې دګرجستان هغه لابراتوارونه چې د امريكا پر مختللې تخنيكي سامان الاتوسمبال دي خطرناكه بيولوژيكي زهر لرونكي وېروسونه چې د نړېوال كانونسيون له خوا په بندېز دې ازماېښت كېږي د ۲۰۰۲ كال نه را په دې خوا د خپل فعاليت په هكله كلنې راپور نه وركوي، د ګرجستا ن پوهان دا هم واي چې په ګرجستان كې د بيولوژيكي وسلولابراتوارچې د بيولوژيكي زهري موادود مخ نيوې دنده لري امريكا ېې د خپلونظامي موخو له پاره كاروي . ` . د نړېوالو متخصيصينو په حواله چې واي هغه هيوادونه چې ددې مركزونو په پروګرام كې ګډون لري هر اړخيزه معلومات او مواد راټولوي او دا مواد او معلومات بيا امريكا ترې په پيسو را نيسي اوخپل هغه نظامي لابراتوارچې د بېولوژيكې وسلود ازموېنې ستر مركز دې هلته وړي ، د ګرجستان د مكرو بيولوژيكي پوه نه غوښته چی نوم ېې واخستل شي واي چې د۲۰۰۳ كال را په دې خوا هر كال امريكا ته د بيولوژيكي وسلو د ازموېنې له پاره د امريكا نظامي لابراتور ته ځي، د بې پولي ژورنالستانود كوټلي معلوماتو په تكېه چې وایي امريكا ددې پروګرام د سيوري لاندې د اقتصادي او سياسي زیرمو(ريسورس) نه په ګټی اخیستنی سره د ګرجستان،ارمنيستان.قزاقستان او اوزبكستان كې ددې لابراتورونود مركزونو مسلكي كسان چې د نړېالو نورمونو نه سر غړونه ده په پېسورانيسې .. دا مركزونه چې د خطرناكو زهر لرونكو بيولوژيكي وسلوازماېښت په كې كېږي، په امريكا كې د مدني اوملكي ټولنې فوند چې په دې وختو كې د كار د فعاليت اجازه تر لاسه كړې ده اداره او كنترولېږي ، ليكونكې واي چې په ځينو لابراتورونو كې د اوبا ( طاعون ) مرضونو نقشې عملي كيږي چې ېو ددغه مركزنو څخه د ګرجستان دپلازمینی( تبليسی )ملي مركز دې چې ساري امراض كنترولوي او په سوپر ( پر مخ تللي )سامان الاتو مجهزه دې، دې ته ورته بل لابراتوار دهمدی هیواد( كوتايسا )په ښار كې دې چې د ساري مرضونو د مخ نيوې دندې سرته رسوي، له دې نه پرته د ګرجستان پلازمينې تبليس ته نژدې په نظامي هډه كې د خطرناكو بيولوژيكي موادولوېه زېرمه هم شته . . پلټونكي واي ګرجيستانيانو او امريكاېانو په ګډه په ۲۰۰۶ كال كې دې لابراتوار ته داسې خطرناكه ويروس راوړي چې د پخواني اتحاد شوروي په وخت كې هم داسې ويروس نه دي ليدل شوي، د پوهانو سره سخته وېره په دې ده چې د جوړو شوو واكسينونو په دې ويروسونو زور نه رسيږي ، لېكونكې وړاندې ځي او وائي چې د امريكا اوګرجيستان په ګډه د داسې خطرناكو امراضو زخيره جوړه كړې چې هېڅ وخت د ګرجستان په خاوره كې ېې اثرات نه وو. وېره په دې خاطر ده چې په ګرجستان كې حالات كړكېچن او ناارام دي كه چېرته راوړل شوي خطرناك وېروس د نړېوالو تروريستانو په لاس كې ورشې بيا به په ازاد ډول سره ېو ځاې او بل ځاې ته وړل كېږي، دا بيولوژيكي وسلی داسې امراض په بار راوړي چې د خوګانو د مرض څخه څو واره خطرناكه د ی، او له بله پلوه بيولوژيكي وسلې داسې خصوصيات لري چې ساتنه اوحفاظت ېې ونه شي نه جبران كېدونكي عواقب لري. داسې وېل كيږي چې امريكا ددې چانس نه په ګټه غواړي دا خطرناكه بيولوژيكي وسلې اېران او افغانستان ته د ګرجستان د دولت نه په استفاده چى د تروريسي بانډونو د مشرانوسره اړيكې لري انتقال كړي، د ګرجستان وسلوال عسكرچې د ناټو په تشكيل كې افغانستان ته استول كېږي پوره ثبوت ېې كېداې شي ، كه چېرته امريكا په دې پلان كې بريالې شي، او په اېران كې د دې وسلونښې نښانې په ګوتو ورشي كولاې شي په دی بهانه چی ایران دخطرناکو (زهرلرونکو بیولوژیکی وسلو )چی دنړیوال کانواسیونو لخوا پری بندیز دی ازمایښت کوی پرایران نور نړیوال اقتصادی بندیزونه ولګوی. بې پولي ژورناليستان د امريكا دې عمل ته د نړېوال تحقيقاتي كميسون پام راړوي او وایي چې په دې اړه دی د ګرجستان دا لابراتورونه د جدي كنترول او څېړنې لاندې ونيول شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "استاد ربانى دپخوانۍ پريکړې څخه تير شو", "output": "د جميعت اسلامى تنظيم مشر استاد برهان الدين ربانى چې مخکې يې د ولسى جرګې د رياست څوکۍ ته خپل ځان کانديد کړى وو ، ديونس قانونى په ملاتړ له خپلې کانديداتورى څخه تير شو . له هغې ناستې وروسته چې پرون د ده په کور کې شوې وه ، ربانې خبريالانو ته وويل چې بيل شوى د افغانستان نوين او د ملى نهضت ګوندونه به بيرته له جميعت سره يو ځاى شي ، چې ملى نهضت همدا اوس د ړنګيدو اعلان کړى او دافغاتستان نوين ګوند ته دوه مياشتې وخت ورکړشوى دى . په دغه ناسته کې مارشال فهيم ، سيدمصطفى کاظمى ، محمد اسمعيل خان ، عبدالقادر امامى او دملى جنبش استازو او يو شمير پخوانيو قوماندانانو برخه درلوده . د ولس جرګې د رياست له پاره څه کم ١٨ کسانو ځانونه کانديد کړى دى او ټاکل شوى ده چې په ننۍ ناسته کې به پرى خبرى وشى . دغه پريکړه په داسې وخت کې د ربانى له خوا اعلانيږى چې د ولسى جرګې غړې ملالۍ جويا پرون وويل چې د افغانستان ملى شورا ته يو شمير جنايتکاران، پخوانى جګړه ماران او د بشرى حقونو سرغړونکى راغلى دى . همداشان په کابل او ننګرهار کې ماتې خولو کانديدانو اوسنى پارلمان يو جعلى پارلمان بللى او ويلى يى دى چې دا پارلمان نه شى کولاى د افغان ولس استازيتوب وکړى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تحليل ګر څوک دي - دميرويس جلالزي ليکنه", "output": "زمونږ د هيواد په اوسني كړكيچن حالت كې ځيني كسان په كتابي او سمبوليكو ، كليشيې جملو د راډيو ګانو او ټلويزيونونو په مرسته په دې وتوانيدل چې ځان د كارپوه او شنونكې په نامه مشهور كړي په داسي حال كې چې د هغوې په شهرت كې خو يې څه كوې چې په لوړو او منځنيو زدكړو كې هم شكونه موجود دې . د دې كسانو له څېري سره خلك له پخو آشنا دي ،هغوي له تيرو ۵ كلونو راهيسې په وار وار خپلي شخصې نظريې وركړي يو ورځ په دولت نيوكې كوې او كله چې يې هم ماغزه خراب وي په مخالفينو او كله نا كله هم بيا په خپل ځان او عادي افغانانو هم په غضب وي . مونږ د هيوادپه دننه او په بهر كې ځيني د ګوتو په شمار د سياسي ، پوځې او ټولنيزو چارو كارپوهان لرو، خو بر عكس دا سي كارپوهان هم په هيواد كې شته چې د كارپوهې په اصلي مفهوم هم سم سره خبر ندي او سر يې پرې نه خلاصيږي دا خو لا څه كوې چې مايكروفون ورته كله كيږدي نو بل څه وايې. يو كارپوه بايد په اصل كې بنسټ پالنه ، قوم پرستي ، شهرت ، ژبي او مليت ته پام و نه نيسي او د هيواد د يو با اعتباره او بې پلوه وګړې په شان بايد خپل نظر د حقايقو په سيوري كې په مشخصه موضوع كې څرګند كړي نه دا چې د خبرو ځولي يې له تشو نيوكو او هوايې خيالاتو ډكه وي. كه دي ته وګورو چې د بهرنيو په مرسته له ۵ كلونو راهيسي په افغانستان كې يو څه كم با ثباته حكومت را منځ ته شوی نو همدې ته په پام سره نوموړې كارپوهان هم د اوسني دولت تر سيوري لاندي د پلې شوي ماتې ګوډې ډيموكراسې او مطبوعاتې څانګو له خوا د هيواد په كچه مطرح شوي دي .پوښتنه دلته پيدا كيږي چې په كارپوهانو د ملت كوم درد دوا ده ؟دې ته په پام سره چې كه همدا كارپوهان ملت ته په درد لګيدلي كسان وای ، نو د هغوی په زرګونو خپرو شويو نظرونو به له تيرو پينځو كلونو راهيسي د هيواد د روان وضيعت په ښه والي كې يو څه ګټه رسولې وه خو هر څه برعكس دي.امنيتي وضيعت خراب دی .ملت په بشپړه توګه ده هغه د چا خبره دګنګس سوئ دئ . د افغانستان دحركت لوري نه دی معلوم.پياوړي ناتوانه ښكارې. عام وګړي له دولتې كاركونكو تښتۍ ، دولتي كاركونكې له بهرنيانو په غوغا دې او طالبان له دواړو .؟خو ډير هغه كسان چې ځان ته كارپوهان وايې دې ټكې ته اشاره كوې چې د راډيو ګانو او ټلويزيونې چينلونو له خبريالانو ورځ او شپه نلري .هغوی استدلال كوې چې ځينې خبريالان خو دخپلو موضوګانو د جوړولو لپاره مونږ دومره په تنګ كړې چې كه يې ټليفون ته ځواب ورنكړې و به ژاړې.د پلازمينې په ګډون د ډيرو ولايتونو د عامو وګړو په مينځ كې اوس داسې ويره خپره شوې چې نه يې امريكا او نه يې هم اروپا اوس ترينه لري كولاي شې هغه دا چې د كارپوهانو شخصې نظرونو هغوې تر خپل تاثير لاندي اوستې .د حامد كرزې د واكمنې په وړاندې د هغه سياسې مخالفين او ځيني كورناستې عالې رتبه چارواكې د وينا د آزادې څخه د ناوړې ګټې په اخيستو سره د رسنيو له لاري هره ورځ د افغانستان د روان بهير په وړاندې د نويو چيلينجونو څخه خبر وركوې په داسې حال كې چې تر يو ځايه شايد د هغوې خبري واقيعت وې خو تر ۷۰ فيصده ډيري كارپوهانه خبري له واقيعت لري او د عامو خلكو د ګنګسيدا او د هغوې په مينځ كې د ويري او وحشت د خپريدا سبب ګرځې.په داسې حال كې چې د مطبوعاتو په خپلواكې كې ېو ټكې ته هم اشاره شوې چې زمونږ كارپوهان هغه ته چندان پام نه نيسې .هر هغه خبر چې د افغانستان ملې شتمنې او روان حاكميت په خطر كې واچوې هيڅ څوك يې د ويلو او خپرولو حق نلرې .خو د كارپوهانو تر څنګ ځينې نور كسان هم د عامو خلكو په مينځ كې د ويرې په خپرولو ګرم دې .دا يوه مهمه او په خاصه بيا كارپوهانو ته روښانه موضوع ده چې ټولي راډيويي ، ټلويزيوني او چاپي خپروني د خپلو خپرونو لپاره نشراتي موادو ته اړتيا لري او د دي تر څنګ همدا نشراتي توكې بايد د زمان او مكان سره مطابقت ولرې او په اوسني حال كې د افغانستان رواني خپروني بايد د نړيوالو معيارونو او كورني مطبوعاتي قانون سره هم سمون ولري.يوه نشراتي خپرونه بايد خپلو مامورينو ته د معاش د وركولو په بدل كې له هغوي څخه نوي خبرونه واخلي او هغه خپاره كړي په داسي حال كې چي د اوسنيو ځينو كارپوهانو خبري او نظرونه دومره تكرارې او زاړه شوې دې چې نور يې د چاپې ، او بريښنايې رسنيو مينه وال د اوريدو ، ليدو او لوستو حوصله نلرې. خبر او نظر څه دی ؟خبر هغې پيښې ته ويل كيږې چې د انسانانو په ماحول كې په يو زمانې مقطع كې رامنځ ته كيږې او په يو نه په يو ډول د انسانانو له ورځنې ژوند سره تړاو ولرې .خو نظر بيا د نظر د خاوند شخصې هغو بياناتو ته ويل كيږې چې په يوه مشخصه موضوع يې وركوې او كيداې شې چې له واقيعت سره په راتلونكې كې تړاو ونلرې.زمونږ كارپوهان چې د حامد كرزې د حكومت له جوړيدو سره سم را پيدا شوې ځينو يې اوس د افغانستان د ولس په منځ كې خاص ځايونه خپل كړې .شته داسې كارپوهان چې اوس د خبريالانو تر منځ د بخار په ديګ مشهور دې.بخار دېګ چې ټول يې پيژنې د پخلې يو له هغو وسايلو ده چې كله يې په اور كيږدې نو هر څه چې يې په مينځ كې له اوسپنې او ډبرې بغير هغه حلوا حلوا كړې .نو سياسې ځينو كارپوهانو ته په دې دليل د بخار د ديګ خطاب كيږې چې د هرې مسلې په اړه دوې نظر وركوې او هيڅ كله هم داسې نه وايې چې په يوې مشخصې مسلې دوې نه پوهيږې .زمونږ د سياسې ، ټولنيزو ، اقتصادې او دينې چارو كارپوهان تر اوسه مشخص ندې د سياسې چارو كارپوهان په اقتصادي چارو كې ، داقتصادې چارو په سياسې چارو كې همداشان د ټولنيزو چار كارپوهان بيا په دواړو كې لاس وهنه كوې.د كابل د پوهنتون د حقوقو پوهنځې ښونكې اوس تر بل هر چا د خبر په كارپوهپوهنه كې لاس وهنه كوې . د افغانستان د د ځينو كارپوهانو په اړه مې د ليكنې پر وخت يوه ټوكه را په ياد شوه دا ټوكه به وكړای شې چې يو څه نور هم د كارپوهانو څيره درته روښانه كړې. وايې چې : په يوه ښونځې كي يو ډير ټمبل زده كونكى وو.يوه ورځ ښونكى ټولګي ته راننوت او ويويل چې سبا د بيالوژۍ آزموينه ده او ځانونه ورته چمتو كړي.خو زدكونكى چې ټول كال يې په چكر او غير حاضريو تير كړي وو خواركى په دې هم نه پوهيدل چې بيالوژي يعني څه .شپه شوه زدكونكي دبيالوژۍ كتاب را واخيست دې خوا هاخوايې پكې وكتل او په يوه په زړه پوري موضوع يې سترګي ولګيدلي دا موضوع د مياشو په اړه وه .زدكونكى همدا موضوع تر سهاره وويله او ښه يې زده شوه.سهار چې ټولګي ته راغې ښونكي ترينه غوښتنه وكړه چې د ميز پر سره له پرتو پاڼو يوه راواخلي او د هغې پوښتني په اړه چې په همدې پاڼه كې ليكل شوې وې ورته ځواب وركړي.زدكونكى چي پاڼه راپورته كړه پكې د سمندري ژويو په اړه پوښتنه شوي وه چې سمندري ژوي څه ډول ژوي دي؟دستي ېې په ځواب پيل وكړ دا ژوې د څښتن تعالې مخلوقات دېسمندري ژوي داسي ژوي دي چې په سمندر كې ژوند كوې او كه له اوبو راويستل شي په وچه كې ژوند نشي كولايكه خواړه ورته ونه رسيږې نو مړه به شې. او تر ټولو مهمه موضوع خو دا ده چې هغوی په خپل ځان وړۍ نلري او كه يې وړۍ لرلاې نو خامخا به پكې سپږو ځالي جوړي كړي واي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسرائيل د ټروريزم زېږنده دی( دفیض محمدژباړه)", "output": "ژباړن: فيض محمد شپېته کاله پخوا فلسطينيان وشړل شول، آنان الکساندر او جوهان د اسرائېلو د حکومت ريښي پلټلې چې دا يې په اړه د يوې � �يکنې ژباړه ده.د اسرائيلو د حکومت بنسټ شپېته کاله پخوا په شريرو ظلمونو ايښودل شوی، چې تقريبا يو مليون ف� �سطينيان يې له خپلو کورونو شړلي دي. دا تېرى فلسطينيانو د Nakba په توګه وپېژاند او عربي نړۍ يوه فاجعه وبلله، خو دا تېری په ١٩٦٧ کال کې د دويم انساني ناورين په واسطه تعقيب شو، کله چې اسرائيلو ټول جارسلام او د تاريخي ف� �سطين تماميت لاندې کړ،چې د صهيونيستي دولت د دفاع لپاره د وژنو څپې له څلوېښتو کلونو راهيسې پرمخ بيايي. د اسرئيلو زېږون په ١٩٤٨کال کې وشو، کومې پېښې چې د نکاب په شاواخوا کې شوي دا په ډاګه کوي چې د اسرئيلو او ف� �سطين د اوسنيو مخالفتونو ريښې کومې دي. د صيهونيستي حرکت سرچينه په اروپا کې ده. دا حرکت په ١٩ مه پېړۍ کې د نژادي ملت پالنې او انتي سميتيزمantisemitism( د سام بن نوح نژاد) د پرمختيا په غبرګون کې راڅرګند شو. که څه هم صهيونيستي ح رکت د دې لپاره چلول کېده چې د تېري کوونکو يهودانو لپاره يو د امن ځای ومومي، له دې کبله د دې حرکت مشرانو دا وپتېيله چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د اروپايي حکومتونو ملاتړ ته اړتيا وي، نو دوی يوه ايډيولوژي سينګار کړه، تر څو صهيونيت د اروپايي استعمار لپاره د سرکښ په توګه رامنځته کړي. د دې لپاره چې د اروپايي نژاد پ� �سته سوسياليزم څخه يې تېښته کړې وي، نو صهيونيت د يهودي استعمار لپاره يوه پروژه رامنځته کړه. مې� �تېدنه:د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې د پام وړ ناندريو څخه وروسته صهيونيستي حرکت دا ومنله چې د يهودي دولت ت� �څنګ دې فلسطين يوه مناسب ځاى وي، تر دې وروسته د يهودي مهاجرو کوچنىو ډلو په فلسطين کې مېشتېدنه پيل کړه.صهيونيستانو د بريتانيا حکومت ته هم وعدې ورکړې، چې د دوی مېشتېدنه په سيمه کې د بريتانيا کنټرول په هغو عثماني ځمکو چې نوې يې په زور نيولي ټينګ کړي، نو پر دې اساس دوی په ١٩١٧ کال کې يوه اعلاميه صادره کړه ترڅو يو م� �ې کور په فلسطين کې د يهودانو لپاره جوړ کاندي.بريتانوي مقاماتو هم دوه کاله مخکې ژمنه وکړه، چې د عربي امپ� �اتورۍ دا برخه غوڅه کړي او په دې هکله يې خپل جنګي متعهد فرانسې سره پټې معاملې وکړې.تر لومړۍ نړيوالې جګړې و� �وسته د سولې په خبرو کې بريتانيا د فلسطين کنټرول د ملګرو ملتونو د ناسم سياست قرباني كړ. له تېرو دوو لسيزو راهيسې په زياتېدونکي ډول يهودي مهاجرين فلسطين ته خوځېدلي، يهودي نفوس له پنځوسو يا شپېتو زرو څخه چې په ١٩١٩ کې و – په ١٩٣٠ مو کلونو کې تقريباً ٤٥٠٠٠٠ ته زيات شو.کله چې هيټلر په جرمني کي د قدرت واګي په لاس کې واخيستې نو په اروپا کې هم اوضاع خرابه شوه، د نازيانو په لاس د يهودانو ځورونه د زياتو اروپايي هېوادونو غب� �ګونونه وپارول او د نازيانو د ځورونو قربانيانو څخه يې په ډبل ستنډرډونو دفاع کوله، دوی په دې هم نيوکې کولې چې ولې د مايوسو مهاجرينو پر وړاندې دروازې وتړل شوې. ظلمRuthless :د نړۍ سترو ځواکونو لکه د امريکا متحده ايالات او شوروي د اسرائيلو په زېږېدنه کې مرسته وکړه، وروسته ملګروملتونو د فلسطين د وېشلو لپاره پلان جوړ کړ او د اسرائيلو نوی دولت يې په رسميت وپېژاند،چې د ا ټوپونه به د بريتانيا انحطاط د منځني ختيځ په نورو سيمو کې ګړندی کړي.د اسرائيلو د پيل ټوپک ملګري ملتونه ول چې زښت ډېر فلسطينيان يې وويشتل – د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ١٩٤٧ کال په نومبر کې د فلسطين پر دوو برخو وېشلو باندي رايې ورکړې چې د فلسطين ترڅنګ يې اسرائيل دولت هم منځته راوړ. د تجزيې پلان فلسطينيانو ته بې عدالتي معلومه شوه. په عمومي ډول صهيونيستانو دې تجزيې ته ښه � �اغلاست ووايه، کله چې دوی په خصوصي ډول له پخوا نه په ملکي فلسطنيانو د بېرحمانه يرغل پلانونه درلودل. ډيويډ بن – ګريون چې د اسرائيلو اولنی لومړی وزير شو، په ١٩٤٧ کال کې يهودي اجرائيوي ايجنسۍ ته څرګند کړل چې ف� �سطينيان له بېخونده راتلونکي سره مخ دي (دوی به په زياته کچه نيول کېږي يا به شړل کېږي خو دا غوره ده چې دوی و� �ړل شي) د ١٩٤٧ کال په ټول ډسمبر کې او د ١٩٤٨ کال په جنورۍ کې صهيونيستانوتېرى کوونکو په فلسطيني کليو او ښارونو کې وحشيانه کارونه وکړل.د ١٩٤٧ کال د ډسمبر پر ١٨ مه صهيونيستي تېری کوونکو د ګاليلي سيمې کې په يوه کلي چې خيساس نومېږي د شپې له خوا يرغل وکړ، کورونه يې چور کړل او١٥ تنه يې ووژل چې پنځه يې ماشومان ول.د ډيسمبر په لومړيو کې صهيونستي تېري کوونکو په حيفا ښار کې له چاوديدونکې موادو ډک بـيرلونه پر نژدې ګاونډيو سيمو راوګ� �ځول ، همدا شان دوى سوځېدونکي تېل په کوڅو او ماشينانو واچول او اور يې ورته کړ هغو کسانو چې غوښتل د اور د لمبو مخه ونيسي هم د دوى له خوا ژوندي وسوځول شول.کله چې ډله ييزې وژنې او شړنې زور واخيست ، صهيونيستي مشرانو په وروستيو کې دا وڅېړله چې د ډالټ پلان له مخې بايد څه وشي او له فلسطينيانو سره څنګه سلوک وشي، ددې پلان له مخې په ښکاره توګه د هاګانا قومندانانو (صهيونيستي اصلي نظامي ځواک) ته سپارښتنه وشوه چې څنګه له فلسطيني وګړو سره س� �وک وکړي:( دا عمليات بايد داسي تر سره شي چې يا د فلسطينيانو کلي وران شي (اور ورواچول شي، په زوره وشړل � �ي، په ړنګو ودانيو کې ماينونه وکرل شي) په خاصه توګه هغه فلسطيني نفوس چې په مرکز کې دي او په سخته توګه د دايم � �پاره کنترول کېدى شي. يا هم د عملياتو لارښوونه کول د لاندې لارښود له مخې:د کليو محاصره کول او ورسته يې پ� �ټنه، که چېرې له مقاومت سره مخ شي نو وسلوال ځواکونه بايد هغه وځپې -او نور اوسېدونکي د هېواد له سراحداتو څخه د باندې وشړل شي.د ١٩٨٤ کال د اپرېل پر لسمه، په ديرياسين Deir Yassin کې د٩٠ کليو اوسېدونكي قتل عام شول چې درېيم ه برخه يې ماشومان ول. له دې عام قتل نه يو وژونکى مقصد دا هم ؤ چې مرتکبينو اميد درلود چې نژدې اوسېدونکي هر څومره ژر چې کېدى شي له ډاره هغه سيمه پرېږدي.د ملګروملتونو د تجزيې پرېکړې عرب حکومتونه هم لمسول چې رضا کاره جنګياليو ته اجازه ورکړي چې فلسطين ته ننوځي او د فلسطيني وګړو دفاع وکړي.د ډسمبر ١٩٤٧ او مې ١٩٨٤ په منځ کې وړوكي بانډونه په فلسطين کې ول چې يو له بله سره بېل و، کافي اندازه وسلې او واحده اداره يې نه لرله.پر دې سربېره اي وي شليم د يوه اسرائيلي تاريخ ليکونکي په ډول ليکلي چې تاکتيکونه د دواړو لپاره ډېر سره بېل و� �.صهيونيستانو به په بيړه د يهودانو اصلي مېشت ځايونو ته امن راوست او ورسته به يې پر هغه سيمه چې د فلسطيني دولت برخه به ګڼل کېده حمله کوله او په زور به يې فلسطيني اوسېدونکي له سيمې شړل.د پرتلې له مخې، عرب جنګيالي � �ېر دفاعي وو، هڅه به يې کوله چې فلسطيني سيمې په خپل کنټرول کې وساتي او په نادره توګه به يې پر صهيونيستي مېشتو سيمو حملې کولې،کله چې اصلي عرب جنګياليو په مي ١٩٤٨ کال کې مداخله وکړه تقريباً ٢٥٠،٠٠٠ فلسطينيان له هغه ځايه تېښتې ته مجبور شوي ول .خوځېدنې:د ١٩٤٨ کال په مې په مياشت کې ٣٥٠٠٠ اسرائيلي تېري کوونکو چې د نوي پيدا شوي اسرائيلي دفاعي قوتIDF له لوري اداره کېدل ٢٥٠٠٠ فلسطينيان له خپلو سيمو خوځېدو ته اړ کړل.اسرائيلي دفاعي قوې (IDF) په چټکۍ سره نور زيات سرتېري سيمې ته راوړل چې د جولاى په منځ کې يې شمېر ٦٥٠٠٠تنو ته رسېده او په ډسمبر کې يې شم ېر ٩٦٤٤١ تنو ته ورسېد.بن ګيريون نړۍ ته د اسرائيلو د زېږون نېټه ١٥ مې ١٩٤٨ کال اعلان کړه خو شړنې او عام قت� �ونه تر دغه شېبې ادامه لري.د مې پر دويشتمه په تانچارا نومې سيمه کې ٢٣٠ تنه فلسطينيان وويشتل شول او بيا و� �وسته په ډله ييزو قبرونو کې ښخ كړاى شول.د ١٩٤٨ په جولاى کې چې يتيزان رابيان د اسرائيلو دويم لومړي وزير و، په رامولا او ليد کې د نظامي عملياتو سرپرستي هم د ده پر غاړه وه ، نوموړى اټکل کوي چې هغو ځواکونو ٥٠٠٠٠ ف� �سطينيان له خپلو کورونو او سيمو څخه وشړل او بيا يې په زوره لويديځې غاړې ته پسې واخيستل بې له ډوډۍ او اوبو يې ه� �ته مېشت كړل.په دغو مياشتو کې د فلسطيني مهاجرينو شمېر٨٥٠٠٠٠ ته ورسېد چې ناداره او زخمي مهاجرينو په لبنان، سوريې، اردن، لويديځه غاړه او د غزي په تړانګه کې په کمپونو کې ژوند کوي.د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د يوې پ� �ېکړې له مخې پر اسرائيلو غږ وکړه چې فلسطيني مهاجرو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپلو ځايونو ته ستانه شي، خو شپېته کاله وروسته هم دوى او د دوى خپل خپلوان لا انتظار باسي. کوم ناورين چې پر فلسطينيانو په ١٩٤٨ کال کې پېښ شو تر اوسه يې دا سيمه ناكراره ساتلې. يو له علتونو نه چې ولې دواړو زړو استعماري امپراطوريو او امريکا د يو بالقوه ملګري ارزښت په صهيونستي حرکت کې وليدل هغه د قوي امپرياليستي ضد حرکت وده په منځني ختيځ کې وه. د عرب مشرانو بې کـفايتي او غداري په دې ثابته شوه چې په احمقانه توګه يې فلسطيني بدبختي او تقدير د اردن د پاچا عبدالله او د مصر پاچا فاروق ته پرېښوده.په هر صورت ١٩٤٨ کال دا هم وښوده چې فلسطيني قضيې څنګه په م نځي ختيځ کې د يوه غښتلي او متحد حرکت او د دوى د سيمه ييزو بادارانو له لوري ـ اورونه بل کړل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ABC: کرزی وایې انتخابات عادلانه وو", "output": "سرچینه: ABC امریکایي ټلویزیون ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکې له اې بې سې ټلویزیوني چینل سره په یوه ځانکړي مرکه کې د افغانستان د تر سره شویو انتخاباتو په لړ کې د تر سره شویو درغلیو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي ده. حامد کرزي له دغه ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمیسیون د یوه غړي استعفا د دغه کمیسیون د کار د ډول په اړه شدیدې انديښنې را منځ ته کړي دي. حامد کرزي دا ومنله چې ښایې د اګست د میاشتې د ۲۰مې نیټې په انتخاباتو کې څه نا څه درغلي شوي وي خو په ټوله کې انتخابات ښه او عادلانه وو. اې بې سې ټلویزیون وایې چې حامد کرزي په تر سره شویو انتخاباتو کې تقریباً ۵۵ سلنه رایې خپلې کړې او له خپل نږدې سیال ډاکټرعبدالله عبدالله څخه چې ۲۸ سلنه رایې یې ګټلې دي ډیر مخکې دی. له اې بې سې ټلویزیون سره د حامد کرزي مرکه یوه ورځ وروسته تر هغه تر سره شوي چې د ټاکنو د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون یوه غړي مصطفی بارکزي له خپلې دندې استعفا ورکړي ده. نوموړی تور لګوي چې د استعفا اصلي لامل یې د انتخاباتو په بهیر کې د بهرنیانو لاس وهنه ده . کرزي وړاندي وویل: (( زه نه وایم چې د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشروعیت نه لري، خو د مصطفی بارکزي استعفا د دغه کمیسیون د کار د څرنګوالي په اړه شکونه را منځ ته کړي دي)). ولسمشر کرزي په خپله مرکه کې دا هم وویل چې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون چې هر کار کوي باید دغه شکونه چې اوس را پیدا شوی رفع کړي تر څو خلک په دې پوه شي چې دغه کمیسیون عادلانه او بي پرې کار کوي او د هیڅ یوه بهرني هیواد په چوپړ کې نه دی. مصطفی بارکزی چې د سترې محکمې کارکونکی دی ادعا کړي چې د دغه کمیسیون بهرني کارکونکي د افغانستان په انتخاباتو کې مداخله کوي او د دغه کمیسیون افغان کارکونکي د پریکړو په کولو کې د بهرنیانو په پرتله د هيڅ په شمار صلاحیت لري. د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون پینځه غړي لري چې دوه یې افغانان او دری نور یې بهرنیان ول خو اوس په دغه کمیسیون کې یوازي څلور کسان پاتې دي چې دری یې بهرنیان او یو یې افغان دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طالبانو د قوماندې مستقیمه مشري د ملاعمر سره ده!", "output": "د طالبانو د قوماندې مستقیمه مش� �ي د ملاعمر سره ده! د نتکۍ لیکنه په داسې حال کې چې د افغانستان دجګړې لپاره د اوبهاما د ادارې نوی قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال د طالبانو او ترهګرو پر وړاندي د هغوې د نابودۍ او د ملکي ت� �فاتو د شمیرې د راټیټولو د شعار تر نامه لاندې خپله قومانده اخلي، د طالبانو ویاندویانو په تازګۍ سره خبر ورکړ چې دا ځل د هغوي مشر ملامحمدعمر د ټولو جګړو قومانده په لاس کې اخلي او پس له دې به د سیم یزو قوماندانانو په عوض ملاعمر د ټولو تحرکاتو اګاهانه مشري کوي. د طالبانو ډله په تیرو څلورو ک� �ونو کې د هرې ورځي په تیریدو غښتلي شوه او یو شمیر سیمې یې تر خپل واک لاندي راوستلي. طالبانو له افغان او بهرنیو سرتیرو سره د خپلې جګړې په ورستیو کلونو کې دا موکه ترلاسه کړه چې په ډیره اسودګۍ او لږو تلفاتو سره هم د بهرنیو او افغان سرتیرو د تلفاتو شمیره لوړه کړي او هم د انساني سپرونو په جوړولو سره د بهرنیو س� �تیرو کړنې په افغانستان کې نړیوالو ته وحشیانه او بي باکانه وښېې. طالبانو په خپل دغه تکتیک سره چې د جګړې په کرښو کې له ولسې افغانانو د سپر په توګه کار اخلي، تر ډیره بریده د هغو هوايي بریدونو مخه ونیوله چې د دوي لپاره ملا ماتونکی او د نه زغملو وړ ول. افغانان به ډیر ژر د ولسمشرۍ ټاکنو شاهدان وي.یوازي یوه میاشت او څوورځي دغو ټاکنوته پاتې دي. دمګړۍ ډیری افغانان د ټاکنو د سلامتۍ او امنیت په اړه په تشویش کې دي دا ځکه چې طالبانو د خپلو جګړو لمن اوس یوازي په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو پوري نه ده مح دوده کړي بلکه د افغانستان شمال ته یې هم غزولي ده. افغانان اوس په دې ښه پوهیږي چې طالبان په خپلو هغو ژمنو کلک ولاړ دي چې وایې د ټول ټاکنو بهیر به ګډوډ کړي. د طالبانو وروستي ګواښونه او د هغوې په وینا او عمل کې یورنګي افغانانو ته دا ور ښیې چې دوي باید د خپلې راتلونکي په اړه په واقیعت کې هم اندیښنه ولري او دغه اندیښنې اوس په افغانستان کې میشتو بهرنیو قوماندانانو ته هم په یوه جدي سر خوږي بدلي شوي دي. دا چې د طالبانو په جګړیزه قومانده کې ملاعمر اوس په یوه نوي څيره را څرګندیږي دا د دې خبري ثبوت دی چې طالبان اوس د انتخباتو د بهیر او له خطر سره د افغان دولت د مخامخولو لپاره ټینګ هوډ لري.د قوماندې دغه بدلون دا ښیې چې ملاعمر اوس کولای شي د پخوا په پرتله ځان ډير په انزوا کې و نه ساتي او وخت ناوخت له ځينو رسنیو سره هم د خپلو بریالي توبونو او ځیانونو په اړه خبري وکړي. ملاعمر ته د فعا� �یت دغه پراخ اتومسفیر په افغانستان کې د افغان او بهرنیو سرتیرو د ضعف په بدل کې ورکړل شوی دی. د سیمې اوسنیو پیچلو حالاتو او د ترهګرۍ پر وړاندي د نړیوالي جګړې اوسني کړکیچن حالات ته په کتو سره دا په � �اګه کیږي چې، جنرال مک کریستال چې له ډیرې انرژۍ او قوت سره د افغان جګړې ډګر ته را دانګلي اوس د بل هر بهرني قوماندان په پرتله له زیات فشار او ګواښونه سره مخ دی. د جګړې ډګر ته د ملامحمدعمر په مستقیم راتګ سره به اوس طالب جنګیالي د بل هر وخت په پرتله فزیکي او رواني قوت ومومي او د افغان او بهرنیو سرتیرو پر وړاندي به خپ� �و بریدونو ته شدت ورکړي. لکه څرنګه چې سږنی کال افغان او بهرني سرتیري برخلیک ټاکونکی کال بو� �ي، ښایې ملاعمر هم ځکه د جګړې مخامخ قومانده په لاس کې اخیستي وي چې دغه کال طالبانو ته هم برخ� �یک ټاکونکی وي. ملامحمد عمر په داسي حال کې د طالبانو د جګړې مستقیمه قومانده په غاړه اخلي چې تیر کال د طالبانو په لیکو کې له بهرنیو او افغان ځواکونو سره د جګړې مفکوره څه نا څه ضعیفه شوي وه او ملاعمر به روان کال طالبان له ایډیالوژیک اړخ څخه تقویه او هغوي ته به د جګړې نوي سا و� �کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان د حالاتو په اړه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا غونډه", "output": "د ملگرو ملتونو د امنيت شورا تیره شپه په نیویارک کې د افغانستان د حالاتو په اړه غونده وکړه . په هیواد کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کای ایده په هغو څرگندونو پریکنده نیوکې وکړي چی واېې د افغانستان په حالاتو کې مثبت ټکی نه لیدل کيږي . ښاغلی ايده د افغانستان پرمختگونه یاد کړل او د ورستیو تتو او غمجنو رپوټونو غندنه ېې وکړه .ها خوا په ملگرو ملتونو کې افغان استازی ظاهر طنين د وضعی په اړه د افغان حکومت دریځ څرگند کړ او زیاته یی کړه چی له افغان حکومت سره باید هم غرږ دریځ خپل شي . نوموړي وویل چې جگړه د حل لاره نه ده او باید یو سیاسي حل لاره ولټول شي. په نيويارک کې د ملگروملتونو د امنيت شورا دفتر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خواخوږۍ پيغام", "output": "په خواشينۍ سره مو له رسنيو څخه خبر ترلاسه کړ چې د استاد محمد � �صف صميم صاحب پلار په حق رسېدلی او له دې فاني نړۍ يې سترگې پټې کړي دي. انا لله وانا اليه رجعون موږ له دروند او منلي استاذ صميم صاحب او د هغه له درنې کورنۍ سره په دغه غمجنه او خواشينوونکې پېښه کې خپل ځانونه شريک بولو. مرحوم ته د لوی څښتن تعالی څخه د بښنې او اعلی جنتونو او هم يې کورنۍ او دوستانو ته د صبر جميل غوښتنه کوو. پاک رب دې هغه مرحوم وبښي. اروا يې ښاده او ياد يې تلژوندی. سيدحسين پاچا او کورنۍ او هم د اکسفو� �دشاير د استوگنو افغانو ټولنې له خوا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ټلوېزوني ساعت", "output": "تخنیک ټلوېزوني ساعت په بازارکي ډول ډول ټلوېزوني ساعتان ستااما زیاتره یې دسیښې او د ښکارې په خاطر چنداني نه خوښیږي . ایپوګ انځوري نامي ساعت دا ادعا کوي چي تر نامیانو نامي دی . دا ساعت ۵ سانتۍ سښه لري ، ښه سپڅ انځور ښکاره کوي ،سندرچلونکی ، ږغ سبتونکی او ايف ايمم را� �یو لري او د غوږکو دپاره هم ځاي لري . پوري ځاي لري نو زه به راډیو پکي اورم . GB دا ساعت د ۲څه در۴"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات: د ادرسکن د پوليسو تعليمي مرکز پرانيستل شو", "output": "نن د هرات په ولايت کې د ادرسکن په نامه د پوليسو د زدکړو يو نوی مرکز د کورنيو چارو وزير ضراراحمدمقبل له خوا پرانيستل شو. ښاغلي مقبل بينواويب پاڼي ته وويل چې په دې مرکز کې به د لويدځ زون پوليس روزل کيږي .د مقبل پر وينا چې دا گړۍ 500 تنه پوليس په دې مرکز کې په زدکړو بوخت دي او 1000تنو ته د زدکړو زمينه پکې برابريدای شي .د دې م رکز د جوړولو لگښت د امريکې د متحده ايالتونو له خوا ورکړ شوی دی .نوموړي وويل چې ډير ژر به په بلخ او م يدان وردگو ولايتونو کې هم ورته مرکزونه د واشنگټن په مالي لگښت جوړ کړای شی . نتکۍ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په فلسطين کې هم کریسمیس مذهبي مراسم ترسره شول", "output": "د نورو عیسوی مذهبو هیوادنو تر څنګ د فلسطین په بيت الحم ښار کې د عیسی علیه السلام د زیږیدینی په یاد تاوده مراسم تر سره شول ، دغو مراسمو لپاره کلک امنيتی تدابیر نیول شوی وول چی په موخه یی د فلسطين د پوليسو او امنيتې ادارو ٦ سوه سرتېري ځای پر ځای شوي وو.مراسم چې د مهد کليسا تر مخ په ډګر کې تر سره کېدل پکې د سولې لپاره دعا ګانې کېدې. مسحيان باور کوي، عيسی عليه السلام همدلته زېږېدلی دی.په مهد کليسا کې د نيمې شپې ډله ييزو مراسمو ته د فلسطينيانو مشر محمود عباس هم ورغلی و چې يو مسلمان دی. خبريالان وايي امنيت اوس ښه شوی، خو يوه رومان کاتوليک اسقف وويل يوه هيله چې خلک يې لري، او هغه سوله ده، لا تر اوسه يې د راتلو کومه نښه نه شته. فلسطین په منځنی ختیڅ کی پروت هیواد دی چی کامبو شاو خوا ۳۷۰۲۰۰۰ میلون وګړی لری"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر: د اسامه بن لاډن زوی ووژل شول", "output": "میرویس جلالزی رپوټونه وایې چې د ا� �قاعدې ډلي د مشر اسامه بن لاډن زوی سعد بن لاډن په دې ورستیو کې د پاکستان په قبایلي سیمو باندي د امریکې د بي پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی. دغه خبر د امریکې ( ان، پي، ار) خبرې شبکې شیبه دمخه خپور کړ. سعد بن لاډن چې څو کاله یې په ایران کې د هغه هیواد د حکومت له خوا په کورني توقیف کې هم تیر کړي تیر کال پاکستان ته راغلی وو. دغه خبر د امریکې د استخباراتي ادارې یوه پخوانی چارواکي مایک مکولن تاید کړی دی. د سي ای ای یوه بل چارواکي هم د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط ان پي آر آژانس ته ویلي چې د سعد بن لاډن د وژلو خبر له اتیاوو څخه تر نوې فیصدو پوري تایدولای شي. امریکايي چارواکي وایې چې سعد بن لادن دومره م هم کس نه وو چې تر هوايي برید لاندي ونیول شي خو نوموړی په یوه خراب وخت کې په یوه خرابه سیمه کې پټ شوی وو چې د الوتکو د برید موخه وګرځید. استخباراتي سرچیني وایې چې سعد بن لادن د القاعدې ډلي غړي توب درلود خو ډیر مهم لوبغاړی نه وو. د نوموړي عمر د شلو کلونو شاوخوا ښودل شوی دی. سعد بن لادن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هیوادوالو هیلې او د انتخابي حكومت مسئوليتونه", "output": "ګل آغا احمدي وردك له منتخب ولسمشر او حكومت څخه كړيدلى افغان ولس لاندې هيلې لري چې د دولت مهمې دندې يې ګڼلى شو: لومړى: د بشپړ امنيت تامين د هيواد د بيا ودانولو په بهير كې امنيت د ټولو اقتصادي، پوهنيزو او ټولنيزو سمونونو لپاره د يوې داسې ډيوې حيثيت لري چې د خپلو زرينو وړانګو په وسيله د ژوند كاروان ته لاره رڼا، او په همدې بهير كې تر ټولو لويه او ستونزمنه دنده په غاړه وړي. په حقيقت كې د هيواد او خلكو راتلونكې برياوې او نيكمرغۍ په امنيت پورې تړاو لري چې ټينګول يې د انتخابي حكومت داسې يو عظيم مسئوليت دى چې په تامين سره به يې افغان ولس او ټاكل شوى حكومت بريالى كيږي. په همدې توګه هغو ټولو ګواښونو ته به معقول ځواب وايي چې افغان ولس د خپل نوي ژوند په لړ كې ورسره مخ كيږي. دوهم: د پوهنې او روزنې بيا رغونه او تعميم په ټولنه كې د پوهنې او روزنې عام كول د انتخابي حكومت يوه داسې لويه دنده ده چې له هيواد او خلكو څخه د تيرې لويې غميزې تاثيرات او اغيزې جارو كوي، دقانون دروازه د خلكو پر مخ پرانيزي او هيوادوال د پرمختياوو په ښكلي كاروان ورګډوي. كه د پرمختلليو هيوادونو او ټولنو د پرمختګ بهير ته وكتل شي، نو په دې اړوند تر ټولو لويه او مهمه ونډه پوهنې او روزنې تر سره كړيده. په افغانستان كې هم ښايي چې لږ تر لږه تر دولسم ټولګي پورې زده كړې او تعليم ته جبري بڼه وركړل شي او هر هيوادوال مكلف وي چې نوموړى شرط پخپل ژوندكې عملي كړي. د دې كار له امله به له يوې خوا څخه د زياتو ستونزو مخه نيول شوې او له بلې خوا به زموږ خلكو ديني او دينوي ښيګڼې تر لاسه كړي وي او انتخابي حكومت د پوهنې او روزنې د اصل د برابرولو دروند مسئوليت په خپله غاړه لري. په همدې توګه د تعليم په هره سطحه د هيواد له روزنيز او پوهنيز چاپيريال څخه دسياسي سياليو او ناندريو سوداګر را وباسي او اجازه ورنه كړي چې سياسي ناندرۍ د پوهنې په ډګر كې د افغان زلمو د تعليمې ودې مخنيوى وكړي. بلكي حكومت دنده لري چې ټولې علمي موسسې، ښوونځۍ او پوهنتونونه له سياسي بحثونو، فعاليتونو او ناندريو څخه وژغوري. در يم: دملي اقتصادي بيا رغاونه او فقر له منځه وړل د ملي اقتصاد بيا رغاونه هغه بنسټ دى چې د فقر ستونزه له منځه وړي او هيوادوالو ته د يوه روښانه ژوند زيرى له ځان سره لري. د اقتصادی رغونې په ډګر كې د كرنې، بريښنا، تيلي كميونيكشن، ترانسپورټ او داسې نور بسټونو بيا رغول هيوادوالو ته دكار زمينه برابروي او زموږ د خلكو سره د فقر په كموالي كې لويه مرسته كوي. همدارنګه د لويو لارو جوړول، سوداګرۍ ته وده وركول او د لويو اقتصادي پروژو د كار پيل زموږ هيوادوال تر ډيره حده د بيكارۍ او بيوسۍ له ستونزو څخه خلاصولاى شي چې په دې لړ كې له ګاونډيو هيوادونو څخه د ګاز او تيلو په نل ليكه د عملي كار پيل كول د حكومت د خورا لويو، پخو، ضروري او مهمو ګامونو څخه ګڼل كيږي چې انتخابي حكومت به يې پورته كوي. څلورم: د وسلو د ټولولو بهير ته وده وركول وسله، ټوپكماري او جنګ سالاري هغه لويه ستونزه ده چې د هيواد له زياتره وګړو څخه يې د خپل خواږه ژوند عادي جريان اخيستى او د كلونو كلونو په موده كې يې له دې ستر نعمت څخه محروم كړي دي. په همدې توګه دغه شومې پديدې داسې بدمرغ، تور او وحشي قانون له ځان سره راوړى دى چې هيڅ ډول انساني معيارونه په نظركې نه نيسي بلكي د خپلې شومې غريزې د اشباع لپاره هر ډول جنايت او تيرى روا ګڼي. د وسلو ژر تر ژره راټولول او د ټوپك سالارۍ له منځه وړل به د هيواد له امنيت، غوره ژوند او د نيكنامۍ له اعادې سره ډيره مرسته وكړي چې په دې لړ كې د DDR د بې وسلې كولو پروګرام او داسې نورو غوره ګامونو ته وده او چټكتيا به د نوي انتخابي حكومت يو ښه نوښت او عظيم مسئوليت وي او دى. پنځم: له مخدره موادو سره د مبارزې بهير ته پرمختيا مخدره مواد د زمانې هغه لويه ستونزه،بدنامي او پيغور دى چې افغانستان ورسره مخ دى چې د هغه توليد، كرنې، استعمال، قاچاق او سوداګرۍ له منځه وړل يې د حكومت او افغان ولس ګډ مسئوليت ګڼل كيږي. حكومت او ولس ته ښايي چې د دې ناولې پديدې په له منځه وړلو سره هيواد ته داسې يو زرغون انقلاب را ميلمه كړي چې هرې خوا ته يې د آبادۍ او ښيرازۍ وړانګې ټوپونه وهي. د مخدره موادو په وړاندې مبارزه د انتخابي حكومت يوه ډيره لويه او ستونزمنه دنده ده چې هيوادوال د دې ستر آفت او لعنت له منګولو څخه ژغورلى شي او د هغه په له منځه تللو سره به د ترهګرو او قاچاقبرانو مالي سرچينې بندې، له استعال څخه به يې ټولنه خلاصه او هيواد به مو د بدنامۍ له تور ليست څخه ويستلى وي چې د دې شومې پديدې په ترځ كې په نړيواله سطحه ور پورې نښتى دى. شپږم: د اداري فساد او رشوت مخنيوى حقيقت دادى چې تيرې سترې غميزې مو هيواد د ادارې له نشت سره مخ كړى دى او كومه اداره چې د دوه نيمو لسيزو جګړو او ناخوالو څخه وروسته رامنځته شوې ده د يوې لويې پيمانې نيمګړتياوو سره يو ځاى خپلې دندې سر ته رسوي او له دې حقيقت څخه انكار نه شي كيداى چې د حكومتي اداراتو په منځ كې دغه ناولې پديدې خپل ناولي تارونه غزولي او د ورځې په تيريدو سره نوره هم پياوړي كيږي. د اداري فساد، اختلاس او رشوت د ستونزې د زياتيدو عوامل زيات دي خو تر ټولو ستر عامل يې اقتصادي كمزوري او د دولتي مامورينو ناوړه اقتصادي حالت ګڼلى شو چې له كافي معاش څخه برخمن نه دي او هغه نيمګړى معاش چې وركول كيږي بيا په خپل وخت نه ور رسيږي. په همدې توګه له ځينو ځينو سره د پوهې د كچې كموالى او د هيوادوالو په وړاندې له مسئوليت څخه د خپلو اوږو خالي كول او داسې نور عوامل هم شته دي چې د دې ستونزې په پراخوالي كې يې ونډه درلودلې ده. نوى حكومت دنده لري دغه ناولې پديده له دولتي اداراتو څخه لرې او د وړتيا سره سم د حكومتي چارواكو په ټاكنه لاس پورې او داسې شرايط رامنځته كړي چې تر ممكن حد پورې يې د اداري فساد او رشوت مخه نيولې وي. اووم: د ملي اردو او ملي پوليسو پياوړتيا د هيواد د بيا ودانولو په بهير او سياسي ثبات كې ملي اردو او ملي پوليس د ملا د تير حيثيت لري كوم هيواد چې ملي اردو او ملي پوليس ونه لري نو بيا خپلسري د خلكو په خوشحاله ژوند خپلې ناولې چمبې خښوي او داسې ناخوالې منځته راوړي لكه افغان ولس چې دا تيرې دوه نيمې لسيزې د خپل سر په سترګو وليدې چې ويره، وحشت او داړماري يې مهم عناصر ګڼل كيږي. پدې لاره كې هر ډول مرستو، ابتكار او چټكتيا ته ښه راغلاست ويل د انتخابي حكومت ډيره مهمه دنده بللى شو. بايد په ښكاره توګه وويل شي چې هغه مهال به موږ د يوې غوره ټولنې په رامنځته كولو كې بريالي شو چې د ژوند د يوه روښانه قانون سره يو ځاى غښتلې او له وياړه ډكه بې پرې ملي اردو او ملي پوليس ولرو. آتم : د بهرنيو مرستو راجلبول افغانستان په وچه كې حصار هيواد دى چې له سمندر سره مستقيمې اړيكې نه لري څو له منابعو څخه يې ګټه پورته او خپل ملي اقتصاد له دې لارې غښتلى كړي. په همدې توګه د خليج د عربي هيوادونو په څير د تيلو او ګاز سرشارې سرچينې هم په دې هيواد كې نشته چې پخپل ځان باندې متكي شي بل دا چې د تيرې غميزې په لړ كې يې ټوله مادي او معنوي شتمني د اور په لمبو كې لولپه شوه او ورپسې څو كلنې اوږدې وچكالۍ د دې هيواد كرنيز بنسټونه له منځه وړي دي چې ياد شوو عواملو زموږ د وګړو ژوند له زياتو ستونزو سره مخ كړى دى چې د خپلو منابعو په كار اچولو سره سره به د بهرنيو مرستو له جلبولو پرته نورې ستونزې هم خداى مكړه ډيريږي. نو په دې توګه انتخابي حكومت دنده لري چې د هيوادوالو د ژوند د ښه كولو او بيا رغونې د بهير د ګړندي كولو لپاره د بې قيده او شرطه بهرنيو مرستو په راجلبولو كې خپل مثبت رول و لوبوي. په همدې توګه يادونه كيږي چې نوموړې مرستې د ملت د لوړو ګټو لپاره د لاسته راوړلو لپاره په كار ولويږي او د هغو اړخونو، غير دولتي موسساتو يا انجوګانو او لاسونو څخه محفوظې كړاى شي چې په مالي فساد او خيانت كې ښكيل دي. په همدې توګه له نوموړو مرستو څخه داسې ګټه واخيستل شي چې د هيوادوالو لپاره په خپل ځان باندې د متكي كيدو په چارو كې و لګول شي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر، د كابينې غړي او ټول حكومتي ارګانونه د هيواد د چارو په سمون كې د خپل توان، مقام اوصلاحيت په اندازه مسووليت لري چې د خپلو هراړخيزو هڅو په وسيله هيواد له ورانۍ، بربادۍ او خوارۍ څخه د ښيرازۍ په لوري ګړندى كړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شمالې ټلواله (په افغانې ټولنه کښې د بشرېت ضد....)", "output": "شمالې ټلواله (په افغانې ټولنه کښې د ب� �رېت ضد کړنو بنسټپالان) هېواد د راتلونکې ټولټاکنو په درشل کښې دې . په سېمه اېزه توګه باېد داسې خلک وټاکل شې چې روښانه ماضې ولرې او دعلم او پوهې څېښتنان وې ، باېد بې علمه او بې عمله اشخاص نور د ملت د سرنوشت په ټاکلو کښې � �ه شمېره واېستل شې .لدې سره سره باېد هغه ډلې ټپلې هم د راېو له لاسته راوړنې نه بې برخه شې چې تل ېې په رسمې او غېر � �سمې توګه دانسانېت اقدار ، او معېارونه له منځه وړې دې چې پدې لړ کښې شمالې ټلواله ډېر بد نوم لرې . که څه هم د افغانستان په سېاسې تارېخ کښې داسې ډېرې بېلګې شته چې په خوله ېوڅه وېل شوې دې او په عمل کښې بېا بل څه ترسره شوې دې ا� �بته د سېاسې رسمې سرغړونو او بشرې جناېتونو ژوندې بېلګې په افغانې تارېخ کښې په لومړې ځل ددې بدمخې ټلوالې له لورې پېل شوې چې بېا ورته اعمالو رواج وموند . دمجاهدېنو ټول خپل منځې تعاهدات مات شوې دې ، د کعبې تړون ددوې پر سېاسې تندې تور داغ دې .جنرال مالک هغه څېره ده چې د شمال مزارشرېف تړون ېې د طالبانو پر وړاندې په زغرده مات کړ او ېو � �وې بشرې جناېت او قتل عام ېې رامنځ ته کړ او لدې سره سره ېې له رسمې تعاهد او تړون نه په زغرده د سرغړونې بنسټ کښېښود . وروسته بېا ورته عمل رشېد دوستم هغه مهال ترسره کړ چې له طالبانو سره ېې کړې د قندوز تړون د مظلومو قېدېانو د بې رحمانه قتل عام له لارې تر خپلو سپېرو پښو لاندې کړ ، پر دې ېې سرپه ونه کړه او په شمالې سېمو کښې د پښتنو په ډ� �ه اېزه توګه د زورونې لړې پېل کړه چې په ېوه نه ېوه بڼه اوس هم دوام لرې . همداسې افغانستان په روان سېاسې ناورېن کښې طالبان هم پدې ډګر کښې ترچا پاته ندې .دوې هم بشرې او انسانې جناېتونه د سېالې په طور تر سره کوې پداسې کولو سره دوې له امرېکا او نورو جناېتکارو ډلو سره ځان برابروې .دجاسوس په بې سراو پاېه تور د بېشمېره بې ګناه م ومېنو افغانانو سرونه غوڅول هېڅ بشرې او اسلامې اړخ نلرې .د عام المنفعه (د ډلېزوګټو) بنسټونه له منځه وړل او پر عام مېشتو ځاېونو ناروا لعنتې ځانمرګې برېدونه کول ددوې همدا لېونتوب څرګندوې . البته ددې لوېو جناېاتو سره ېولړ نور غېر سېاسې جناېتونو هم اوس په ټولنه کښې بېخ موندلې چې رېښې ېې کښل د افغان اولس او ملت ستره دنده ده او را� �وانې ټولټاکنې ېې غوره مهال دې . پدې ډلې کښې د اېن جو ګانو په بڼه کښې او همدارنګه د منتخبو دولتې او پارلمانې غړو په بڼه کښې هغه اشخاص او ټولنې دې چې ځېنو ډولونو سره ېې افغانانو زورولې دې او هم ېې دهېواد شتمنې په دواړو � �اسونو لوټلې دې . ددې خلکو له لورې په راروانو ټاکنو کښې ېو ځل بېا ځان مطرح کول ېواځې او ېواځې پدې مانا دې چې له تېر ح ساب نه ځان وژغورې . اوس داخبره ورځ تر بلې روښانه کېږې چې نور نړېوال تر ابده زموږ بار پر اوږو نشې وړلاې راځې چې په خپله د اجتماعې عدل او غوره سېاسې سېټ اپ د رامنځ ته کولو لپاره غوره سېاسې قېادت رامنځ ته کړو او له فاسد رژېم او فاسدو اشخاصو نه نجات ومومو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان د بريښنا په سکتور کې بهرنۍ پانګه لټوي", "output": "افغان حکومت په دې لټه کې دې چې څ رنگه کولاي شي بهرني پانگوال په دې هيواد کې د بريښنا په سکتور کې پانگي اچوني ته را جلب کړي .دا ټکی د اوبو او بريښنا وزير اسماعيل خان د جمعې په ورځ په يو خبری کنفرانس کې څرگند کړي دي .ښاغلي اسماعيل خان وويل چې دا گړۍ په هرو پينځوافغانانو کې يو تن بريښنا ته لاس رسی لري او وزارت ېې ژمن دی چې تر دوو کلونو د افغانستان نيمايي برخی ته بريښنا برابره کړي .که څه هم د طالبانود حکومت له ړگيدو وروسته د افغانستان په هره برخه کې پرمختگونه شوي خو لاهم يو شمير ستونزي همغسي پر ځای پاتي دي .امنيتي حالت ته په کتو دمگړ ۍ بهرني پانگوال په افغانستان کې پانگې اچوني ته بی علاقی شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چین: چاودنې په لسګونو معدنچیان مړه او ژوبل کړل", "output": "میرویس جلالزی د چین په شم ال غربي ښار چونګین کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله په لسګونو معدنچیان چې پکې د معادنو انجینیران هم شامل دي مړه او ژوبل شول.د چین سرکاري خبري آژانسونو وویل چې په دغه چاودنه کې ۳۰ تنه مړه شوي، او ۵۹ تنه نور ژوبل شوي دي.ویل کیږي چې د چاودنې پر مهال ۱۰۱ تنو په دغه کان کې کار کاوه.په چین کې هر کال په زرګونو معدنچیان په ورته پيښو کې مړه او ژوبل کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څه چې مې په تا کې خوښ دي", "output": "څه چې مې په تا کې خوښ دي شاعر: انتوني ویست ژباړه:میرویس جلالزی ستا سترګې چې په یوه نظریېاوس دوه پیړۍ تیري شوېلا مې اسیر ګرځوې ستا موسکا چې د لمر وړانګي ترینه وشرمیدېاو زما د خاورینې نړۍ هره یوه څنډه یې روښانه کړله ستا آواز لکه د تورو مرورو غرونویوه تیره آزانګه زما په زړه کې یې جونګړه وکړه ستا زلفې چې مې په خوب ولیديزما په مخ خورې وېما ویل په غیږ کې مې یې ستا نازنینې ګوتې چې نوازش به یې کړمهزما د مخ اوښکې به ستا په لطیفو ګوتو پاکې شولې ستا جوړه لاسونه چې به زما تر غاړې تاو شولاو تا به ښه در کش کړمخپلې تودې غیږې ته تر هر څه ډير! ته چې هر څه یادیږېزما د ژوند زړه لار تا اوس بدله کړله ګرانې! درسره مینه کوماو ته مې تل یادیږې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "روان کال به د افغانستان امنیتي حالت د تیر په پرتله ښه وي", "output": "د سیاسي چارو شنونکي وړاندوینه کوي چې روان ۲۰۰۹ کال به په افغانستان کې له امنیتي پلوه د تیر په پرتله څه نا څه ښه وي. هغوي په تیر کال کې د طالبانو سخت تلفات او د هغوي د مالي سرچینو کمزوري کیدل او تر څنګ یې په روان کال کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیري زیاتیدل د دې تاوتریخوالي د کمیدو اصلي لاملونه په ګوتو کوي. دا په داسي حال کې ده چې د روان میلادي کال په لومړیو دوو اونیو کې لس بهرني سرتیري د کورنیو هغو ترڅنګ وژل شوي په داسي حال کې چې د ۲� �۰۸ کال په ټوله لومړۍ میاشت کې ۱۴بهرني سرتیري وژل شوي ول. د ولسي جرګې استازی ببرک شینواری وایې چې په افغانستان کې به روان کال هم د جګړې او هم د مصالحې له پلوه حالت ښه شي. ټاکل شوي چې ډیر ژر به دیرش زره ام� �یکايي سرتیري افغانستان ته را ورسیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د تسليت او خواخوږۍ مراتب", "output": "دډاکټرانو پر سپېڅلي او انسانې هڅو باندي د وطن ددښمنانو وروستی بريد چې د پنځو تنو طبي فعالينو په شهادت چې په دې جمله کې ځوانيمرګ ډاکټر محمد اسمعيل احسان هم شامل وو، ختمه سوه دا یوه لويه تراژيدي او ملي غميزه ده چې د ټولو په زړونو کې يې داغ پرېښود. هغوی زموږ دخوار وطن انساني شتمني وه چې د خلګو و خدمت ته يې ملا تړلې وه . خداي پاک دي پر هغوی و رحميږي . داسي وژني هيڅ انساني، افغاني او اسلامي معيار نلري او عاملين يې بې له شکه په هر وخت کې زموږ دوطن دثبات او سوکالۍ دښمنان وه او وي به . زموږ په ټولنه کې د پرديو لخوا داسي جنايتونو او نامرديو ته تل دکرکي په سترګه کتل سويدي او ورته کتل کيږي . زه دځان او دخپلي کورنۍ د تسليت او خواخوږي مراتب تاسو د بېنوا فرهنګي ټولني غړو او د ټولو شهیدانو و کورنیو ته وړاندي کوم ،او په دې غم کې ستاسو سره ځان ګډ بولم . دلويه خدايه څخه تاسو ځوانانو او کورنيو ته مودزړه صبر غواړم . په درناوي هدايت الله هدايت - استراليا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان له نړيوال مالي کړکيچ څخه خوندي دی (رپوټ)", "output": "په افغانستان ١٦ دولتي او � �خصي بانکونه شتون لري. دغه بانکونه ټول ټال یو نیم میلیارد ډالر سرمایه لري. د افغانستان د پرمختگ په حال کې اقتصاد تر اوسه د نړیوال اقتصاد نه په امان کې دی. خو د بانکونو مسئولین دې ته په اندېښنه کې دي چې د قرضونو لپا� �ه محدده تقاضا کیدای شي دوی ته مشکلات پیښ کړي. په کابل کې د اسهامو بازار نشته، نه خو په دغه ښار کې د اجناسو منظم مارکیټونه وجود لري. په دغه ملک کې چې د نړۍ په تر ټولو بې وزلو هیوادونو کې د اقتصادي وضعې د معلوم ولو یوازنی ځای د کابل د وچ سیند غاړه ده. دلته کاروباري خلک پر لاسي کراچیو باندې میوې، غالۍ او فرشونه، جو� �ابې او د افغانانو د ورځني ضرورت وړ نور شیان خرڅوي. د دوی د غږونو تر څنگ دلته د سرک تر غاړه د ناستو خیرات غوښتونکو غږ هم اورېدل کیږي چې غواړي پر لاره باندې د تیرېدونکو خلکو پام ځان ته راواړوي. ځوان شفیق الله، له دغه ځای نه تیریږي. دی په دې وروستیو ورځو کې په ایران کې له اوږده مهاجرت نه راستون شوی او وظیفه ورته نده پیدا � �وې. په نړۍ کې د دنډو د بازار راغورځېدل او د کریډیټ بحران د شفیق الله د ذهن نه لرې خبرې دي. دی وايي، د افغانستان اصلي ستونزه اقتصادي بحران نه بلکه روانه ناامني ده. له دغه ځای نه لږ ور وړاندې، د همدغه وچ سیند پر غاړه، د شهزاده په سرای کې د یوه ډالر قیمت تقریباً ٥٠ افغانۍ دی. دلته یو سابقه دار صراف حاجي عبدالولي احم دزی دا خبره مني چې، نړیوال مالي بحران تر اوسه د افغانستان پر اقتصاد اغېزه نده کړې. خو دی وايي، داسې خبرې یې اورېدلي چې کیدای شي پر افغانستان باندې ددغه بحران اغېزه ډیر ژر ولیدل شي. حاجي احمدزی وايي، پاکستاني ک� �دارو د ډالرو په نسبت ٣٠ فیصده ارزښت بایللی او له همدې آمله ډیر هغه افغان سوداگر زیانمن شوي دي چې په پاکستان کې کاروبار لري. په کابل کې د اسهامو بازار نشته، نه خو په دغه ښار کې د اجناسو منظم مارکیټونه وجود ل� �ي. ډیر خلک په دې گمان دي چې د طالبانو د واک راوروسته تیره اووه کلونه د افغانستان لپاره غنیمت وو. په هم دغه جریان کې، د افغانستان د اقتصادي ودې اندازه دوچنده شوې او دوه عددي رقم ته رسېدلې ده او په ډیرو ښارونو کې د بیا رغونې لویې پروژې یا خو بشپړې شوي او یا ورباندې کار روان دی. خو د اپینو غیرقانوني کاروبار لا تر اوسه ددغه ملک د صادراتو مهمه برخه جوړوي. د پښتني بانک رئیس حیات دیاني وايي، له ټولو داخلي مشکلاتو سره سره افغانستان بیا هم یو مهم ځای لري. دی وايي: موږ په دې تمه یو چې دغه حالت به تر راتلونکو پنځو یا لسو کلونو پورې دوام وکړي. که مسایلو ته نظر واچوو، له دغه ټولو ناامنیو او بمي چاودنو سره سره چې په افغانستان کې پیښیږ ي، تر اوسه ډیر افغانان داسې دي چې د سرمایه گزارئ توان لري په افغانستان ١٦ بانکونه دي. دغه بانکونه ټول ټال یو نیم میلیارد ډالر سرمایه لري. دیاني وايي، په همدغو ناڅیزو او لږو امکاناتو، د افغانستان بانکونه به د امریکايي بانکونو سهوه تکرار نکړي چې له اعتماد او تضمین پرته یې خلکو ته پورونه ورکړل. هغه وايي:موږ به هومره په اسانه چې په امریکا کې ده، خلکو ته کرېډیټ ورنکړو. فرض یې کړئ، که څوک ١٠٠ زره ډالر کریډیټ غواړي موږ به ورڅخه ٢٠٠ زره ډالر تضمین وغواړو او بیا به ورته کریډیټ ورکړو. نو په دې ډول به هغه کریډیټونه محفوظ وي چې د بانکونو لخوا ورکول کیږي . ډیر افغانان په کلیو ژوند کوي، اکثره یې بې وزلي دي، تر دې چې د بانک داخل یې هیڅکله نوي لیدلی. دوی اکثره راکړه ورکړه په نغدو پیسو کوي. ددغه ملک دوې پر درې برخي داخلي لگښتونه پر بهرنیو مرستو ولاړ دي. خو صراف حاجي احمدزی وايي، ددغو میلیاردونو ډالرو مرستو ډیره لږ اندازه د عامو خلکو په گټه تمامیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان په ۴ ولايتونو كې به د بيارغونې كار چټك شې", "output": "دا ټكې افغان ولسمشر حامد كرزى د دوشنبې په ورځ په كابل كې د پاليسې او عمل تر نامه لاندي په جوړه شوې غونډه كې د خپلې كابينې وزيرانو ته څرګند كړ. كرزى وويل چې د بيارغونې پروژې بايد په زابل ، ارزګان، كندهار ، هلمند كې د اوسنې حالت په پرتله چټكې شې ځكه د دې ولايتونو استوګن له ډيرو ستونزو سره مخامخ دې. د كليو او پراختيا وزير ډاډ وركړ چې له مرسته كونكو هيوادونو يې د دي چارو لپاره د مرستو پخه ژمنه تر لاسه كړى ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پارلمان كي د پردو لاسونه", "output": "عزيزالله عزيز افغانستان د څو لسيزو راپديخوا د پاكستان د څو اړخيزو لاسوهنو او ورانكاريو سره مخ دي، هغه لاسوهنه چي پاكستان افعانستان ته دترهګرو او ورانكارود ليږدوني له لاري كوي، ټول يي ويني، د پاكستان دي رنګ لاسوهنو ته هم د امنيتي اقداماتولاري او هم د سياسي اوديپلوماتيكو هلو ځلوله لاري مناسب ځواب وركول كيږي، پاكستان د افغانستان په چاروكي ښكاره لاسوهنو بلكل رسواكړي اوس پاكستان د سياسي يواځيتوب په لورروان دي. هند سره دامريكا د اتومي همكاريود تړون لاسليك اوپاكستان سره دهمداسي يوتړون نه لاسليك كول د ترهګري پرضد جګړه كي او پاكستان د اتومي تكنالوژي نه خونديتوب له امله پرپاكستان د امريكا او نړيوالي ټولني د نه باور يوه ډ يره ښه بيلګه ده.خو په افغانستان كي دپاكستان لاسوهني يواځي په امنيتي سكتور كي نه خلاصه كيږي، په تيرو دريو لسيزو كي پاكستان پر افغانستان كي ډيره ستره سياسي او استخباراتي پانګه اچونه كړي، د جهاد په مهال په پاكستان كي د ميلونونو افغان كډوالودشتون له امله پاكستان دا فرصت وموند چي د افغانستان په ټولو ټولنيزو او سياسي پوړونو كي د ترغيب او تهديد له لاري پانګه اچونه وكړي او خلك استخدام كړي، د پاكستان دهمدي پانګي اچوني له امله زموږ جهاد په كورني جګړي واوښت او د طالبانو راتګ ته يي زمينه برابره كړه. د طالبانو له پرځيدووروسته دا سمه ده چي افغانستان د پاكستان د نيغ په نيغه واكمني نه وژغورل شو، خو لا اوس هم پاكستان د افغانستان په ډيرو سياسي كړيو كي نفوذ لري، او د ترهګريزه هڅو په خواكي همدا كړي افغانستان كي سياسي او اقتصادي سبوتاژ ته ادامه وركوي. د پارلماني ټاكنو په هماغه پيل كي داسي اوازي موجودي وي چي د ملي شوري ځيني كانديدان د پاكستان په هڅون اومرسته د ټاكني سيالي ته ورګډ شوي، په افغانانو كي د پاكستاني استخباراتي موسسو د نفوذ په پام كي نيولوسره لري نده چي د ولسي جرګي او مشرانو جرګي په ليكو كي داسي كسان شتون ولري چي خپلي وفادارايي يي په پاكستان پلورلي وي. داسي كسان چي كيداي شي د روښان اندي، مجاهد ياهم روحاني ترنقاب لاندي دافغانستان په ملي مجلس كي ځاي نيولي وي ترهغو ورانكارو چي نيغ په نيغه په ترهګري اخته دي افغانستان ته زيات مضر او زيان رسوونكي دي، په ولسي جرګي كي دملت استازي بايد دداسي كسانو په هكله له زياتي هوښياري او ځيركتيا نه كار واخلي. په پارلمان كي د پارلمان درياست په ټاكنه او بيا د كړنلاري د جوړولو او كاري كميسيونونو د ټاكنو په بهير كي د پردي تر شا د لوبو په هكله همدا اوس هم د ډيرو خلكو په ذهنونو كي يو شمير سوالونه شته چي بايد ځواب ومومي خو اوس چي كوم بل ډير مهم كار د ولسي جرګي په مخ كي پروت دي هغه كابيني ته د باور راي وركول دي، داسي اوازي شته پاكستان چي په افغانستان كي د ترهګرو دملاتړ له امله په نړيواله كچه رسواشوي، غواړي اوس افغانستان ته په پارلمان كي او بيا په تيره د كابيني د باور دراي اخستلو په بهير كي ستونزي را ولاړي كړي او دا بهير د خنډ او ځنډ سره مخ كړي، په دي توګه يو خو پاكستان غواړي د افغانستان حكومت ترفشار لاندي راولي ترڅويو شمير هغه كسان چي ځانونه يي پر پاكستان پلورلي په مهمو اوكليدي پوستونو كي ځاي په ځاي كړي، له بلي خوا غواړي د افغانستان حكومت اوپارلمان په خپل منځيزه ستونزو او لانجو يو بل سره دومره بوخت كړي چي افغانستان ونشي كولاي د پاكستان لاسوهنو اوترهګريزه فعاليتونوته لازنه پاملرنه وكړي ا و ياهم په دي توګه دافغانستان حكومت ترفشار لاندي راولي ترڅو د پاكستان د كړنو اولاسوهنو په وړاندي چوپه خوله پاتي شي او په يوتوګه د پاكستان برلاسي ومني. هيله ده د ولسي جرګي غړي د خپل ملي مسئوليت په ادراك خپله دنده په سمه توګه سرته ورسوي او په پارلمان كي دننه د پردو لاس پوڅي پري نږدي چي د افغانتسان نوي زيږيدلي ولسواكي د ګواښ سره مخ كړي او افغانستان د امنيتي او اقتصادي ستونزو په خوا كي دسياسي ستونزو سره هم مخ كړي. د پورتني يادوني نه مي مطلب دا ندي چي ګواكي د ملت استازي دي په پټو سترګو د كابيني غړو ته د باور راي وركړي، هغه شمير وزيران چي دخپلي دندي لپاره لازنه وړتيا نلري بايد د باور راي وانخلي خو دا هم ممكنه نده چي هره پارلماني ډله دي وغواړي دهغوي د سليقي سره سم وزيران دي په كابينه كي ونيول شي، خو غواړم ووايم د ولس استازي بايد په دي هكله ډير پام وكړي هسي نه چي په ښكاره د يوي ښي او وړ كابيني د ټاكلو په نوم زموږ د هيواد دښمنان دخپلو لاس پوڅو په وسيله وكولاي شي موږ ته نوي ستونزي را وزيږوي او د ولسواكي په لور زموږ ګامونه ځنډني كړي. دا شمير كسان چي د پردو په لمسه غواړي دولت اوملت په ستونزو اخته كړي، ډير ژر پيژندل كيږي، د دوي د پيژندل كوم ګران كار ندي، دا څيري چي د بيلا بيلو نقابونو لاندي پټي دي په ډيره اسانه پيژندل كيږي، دا رنګ څيري په هرقيمت غواړي د پارلمان او د حكومت د كارونو په وړاندي ستونزي ولاړي كړي،بي نظمي رامنځ ته كړي او په هره پلمه نيوكي او احتجاج وكړي. د قانون جوړوني په خوا كي د پارلمان ترټولو عمده دنده د حكومت دكړنو څارنه ده، په كوم ځاي كي چي حكومت وران ګام ږدي پارلمان يي بايد مخه ونيسي خو د پارلمان غړي بايد اجازه ورنكړي چي د پردو دلاس پوڅو په لمسه پارلمان په يو داسي موسسي واوړي چي دنده يي يواځي د حكومت دكارونو په وړاندي هغه سم وي او كه ناسم د خنډونو جوړول وي. د پارلمان هغه غړي چي په رښتني توګه د ولس استازي دي بايد د پارلمان دننه د پارلمان هغه غړي چي د پردو په اشاري غواړي موږ ته ستونزي را ولاړي كړي بايد وپيژني، تجريديي كړي او د ورانكاريو مخه يي ونيسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ویل کیږی ایران په اسلام قلعه کی پرته له اسنادوسرحد دافغانانوپه مخ پرانسته", "output": "دیکشنبی په ورځ دهرات ګڼه خلک داسلام قلعه په بندری ښارورمات له کوم ښارګوټی چه ددوی په وینادپخوابرخلاف پرته له قانونی اسنادوایران ته افغانان ستنیږی سیدمحمددهرات ښاریواستوګن دی په داسی مهال چه دسفرپنډه یی تړلی وه وویل دوه دوستان یی داسلام قلعه له لاری مشهدته ورسیده ،دی هم ورپسی روان ده«هغه وایی ۲۰زره ایرانی تومانه ترمشهده لګیږی دایران پولیس دچاممانعت نه کوی ډیر کسان لاړل» دهر ات والی احمدیوسف نوریستانی وویل ورته اوازی نه خبرده دموضوع دڅرنګوالی څیړنوته یی یوبلاوی ولیږه«دخبری رسنیوپه څخه ماته هم دااوازه راورسیده پلاوی می سیمی ته لیږلی ترڅیړنووروسته به دپیښی په څرنګوالی به دبهرنیوچارووزارت له لوری اقدام وشی ، خودابه وایم چه سرحدکی په زرګونونه بلکی دلسګونه خلکوورته خبره کیږی» په هرات کی دپوهنتون یوه محصل اسحاق ازادی راډیوته وویل ډیرکسان پیژنی چه دوه ورځوراهیسی له سرحده واوښته ځکه یی نودایوه نوی لوبه خوخطرناکه پیښه وبلله«ده دافغانستان حکومت څخه وغوښتنه کوم څوهرڅومره ژرچه کیدی شی موضوع روشانه کړی داځکه نه پوهیږوپرانستی سرحدبه څه بلاوی وزیږوی څه تضمین شته چه داکسان هغه خاوره کی دافغانستان ددولت په خلاف ولمسول شی» په هرات کی دایران سرقنسل محمدی ورته خبرونه بی اساسه وبلل داسی زیاته کړه«په سرحدکی ددواړوهیوادونوپولیس په دنده بوخت دی لکه دهرکله په څیرپرته له قانونی مسافرونورچاته اجازه نه ورکوی خوترکومه ځایه چه دغیرقانونی مهاجروخبره شوه تیرمهال هم تلل داپه دی معنانده چه مونږبه اجازه ورکړی وی» ایران تیرمهال هغه هیوادته دغیرقانونی مسافروورتګ سره ډیرحساسیت ښوده دبیلګی په ډول دسرحدپه اوږدوکی دورتګ په مهال یوکال وړاندی څوبیلابیلوپیښوکی په ډله ایزه ډول افغان مسافرباندی دهرات اونیمروزپه پولوکی مرمی چلولوسره مرګ ژوبله واړوله خوداچه اوس یی دسرحددپرانستنی اوازه ده دسیاسی چارو یوشمیرکارپوهان یی سوالونوسره مخ کړی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بي ٥٢ ډوله الوتکې Big ugly fat fellow", "output": "بي ٥٢ ډوله الوتکې چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه ترې د بې ګناه افغانانو د وژلو لپاره کار اخلې ؛ بم غورځونکې الوتکې دي چې د دروند وزنه الوتکو په ډله کې راځي .کولاى شي بېلابېل هوايي ماموريتونه سرته ورسوي ،دا الوتکې خورا ډېرې چټکې دي (البته دصوت له سرعت څخه نه دي چتکې) چې کولاى شي د ٥٠٠٠٠ فټه په لوړوالي الوتنه وکړي،او همدارنګه په دوديزو اوعصري بمونوسربېره د اتومي بمونو د وړلو اوغورځولو توان هم لري. بي ٥٢ ډوله الوتکې تر ٣٥ کالونو پورې د امريکا دعمله لرونکې دروند وزنې بم غورځونکې الوتکو په لړ کې ريکارډټينګ کړى و. دابم غورځونکې الوتکې ددې ځواک لري چې اوسنۍ هر ډول وسلې لکه توغندي، راکټې اونورې بېلابېلې وسلې وتوغوي او وغورځوي.که چېرې ددې الوتکو بڼې لږ هم پرمختللې شي تر ٢٠٤٥ زېږدي کال پورې به د امريکا په اردو کې دتاريخ تېرې او پخواني ماډل الوتکې په توګه راڅرګندې نه شي..دا الوتکه د BUFF په نامۀ چې دBig Ugly fat fellow پټ لوزى (مخفف) دى هم يادېږي چې مانا يې ( بدرنګه غټ چاغ انډيوال ) دى. د بي ٥٢ ډوله الوتکې لومړنى ماډل په ١٩٥٢ زېږدي کال خپله لومړنۍ الوتنه وکړه او B ماډل الوتکې يې په ١٩٥٥ زېږدي کال د چوپړ لپاره چمتو شوه ، تر اوسه پورې په ټوليز ډول ٧٤٤ بې ٥٢ ډوله الوتکې جوړې شوې دي ،چې وروستى ماډل يې H ماډل نومېږي چې په ١٩٦٤ کې يې خپله الوتنه وکړه .دې ستراتيژيکې بم غورځونکې الوتکې په هغه وخت کې ١٤١٦٠کيلومتره واټن په يوه ساه طى کاوۀ نوځکه د لويو وچوترمنځ الوتکه يا کانټيننټل بلل کېده،خو لکه څنګه چې په هغه وخت کې په هوا کې سون توکي رسونکې الوتکې نه وې ؛ نو اوس کولاى شي چې خورا ډېره اوږده الوتنه وکړي. بي ٥٢ ډوله الوتکې د بوئينګ شرکت جوړې کړې دي ، اته دانې (TF-33) ماشينونه پکې کارېدلي دي،چټکتيا يې په ساعت کې٩٣٠کيلومتره ده ، پنځه نفره عمله لري ، د خطر په وخت کې پراشوټي سيستم هم لري، ټوټل بيه يې ٥٣،٤ ميليون ډالره ده ځانګړنېدکارولو ډول : درنده بم غورځونکې الوتکهدالوتکې د عملې شمېره: پنځه کسان (١ قوماندان، پيلوټ،د رادار افسر ،خنثى کوونکى،د الکټرونيک جنګ افسر )جوړونکى شرکت: د بوئينګ شرکت نظامي څانګهوروستۍ بيه:53.4 ميليون امريکايي ډالرهمحرکه ځواک : اته دانې پراټ اينډ ويټني ماډل TF33-P-3/103 ماشينونهاوږدوالى:48.5 مترهسور:65.4 مترهجګوالى:12.5 مترهخالص وزن:83250 كيلو گرامهله بارسره اخري وزن:219600 كيلو گرامهد چټکتيا اخري حد : 930 كيلو متره په ساعت کېله ځمکې څخه په لوړه ارتفاع کې الوتنه: 50000 فټهپه يوه ساه الوتنه (په هوا کې بې له کوم سون توکواخيستلو): 8800 ميله يا 14160 كيلومترهوړونکې وسلې: 31710 كيلو ګرامه بېلابېل بمونه،ماينونه او توغندي تاريخچه: دې الوتکې خپله لومړنى الوتنه د ١٩٥٢ زېږدي کال د اپرېل په پنځلسمه نېټه تر سره کړه ، A ماډل الوتکې يې د ١٩٥٤ زېږدي کال د اګست په پنځمه لومړنى پرواز وکړ،B ماډل الوتکه يې د ١٩٥٥ زېږدي کال د جنوري په پنځه ويشتمه په لومړي ځل والوتله، C ماډل الوتکې يې د ١٩٥٦ زېږدي کال د مارچ په نهمه پرواز وکړ، تر دم ګړۍ ٧٤٤ دانې B52 الوتکې جوړې شوې دي. په دې الوتکه کې پر نورو شيانو سربېره ډېر په زړه پورې خبره داده چې د سون توکو ټانکۍ يې په وزرونو کې دي کله چې دا ټانکۍ خالي وي، نو هغه د چا خبره د ډېر لوړ سړي لاس هم نه ورسېږي خو کله چې تشې وي نو بيا يې چې د وزرونو لاندې تېرېږې بايد د سر سره پام وکړې چې د تېلو د ټانکۍ سره ونه لګېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر طلوع او آريانا تلويزونونيوكه", "output": "ظاهر شاهي عالي ليسه - كندهار دتاسف وړ خبره به داوي چي زموږ دغه ژبيځه مبارزه پر تعصب باندي تعبير سي . خبره به د افغانستان د اساسي قانون دهغه مادي څخه راپيل كړو چي وايې : پښتو او درى دافغانستان دوې رسمي ژبي دي كله چي دغه ماده د مطبوعاتو يا ميډيا و قانون ته ننوزي ، نو بايد دواړه ( مطبوعات او ميډيا ) د دغو دوو ژبو توازون په مساويانه ډول وساتي . په اوسني مهال كي تر بل هر مهال پښتو ژبي ته ديوي محكومي ژبي په سترګه كتل كيږي ، په دي سبب نو ټولو مطبوعات په ځانګړي ډول د افغانستان په پلازمينه كابل ښار كي ځيني مطبوعات چي دولتي هم دي په بشپړ ډول دغه توازن يې نه دي ساتلي ، ګواكي دغه څه چي دوي يې خپروي يوازي يې دا زموږ ددرى ژبو وروڼو له پاره خپروي ، كه څه هم يو نيم يې بې معنا پښتو توكي په كې سته چي متاسفانه خلك يې پر لوستلو خپل وخت له لاسه نه وركوي . د ا خو د مركزي مطبوعاتو جاج و ، چي لومړى همدغه كسانود اساسي قانون د اصولو د تر پښو لاندي كولو هڅه كړي ده ، رابه سو و ميډيا ته ، هغوى هم دغه توپيري چلند پسي را اخيستي دى چي ډېر مو ځوروي ، ددغه خبري ميډياو څخه په مركز كي فعاليت كوونكي دوي تلويزونې دستګاوي دي چې طلوع او آريانا نوميږي ، دوى دخپل فعاليت د راپيل له مهاله بيا تر اوسه په دغه برخه كي اقدام نه دي كړي چي پښتو او درى ژبو دخپراوي توازون وساتي او تر يو ځايه چي ليدل كيږي ، ژبه يې د ايراني فارسى تر مستقيم اغيز لاندي راغلي ده ، نه غواړو له هدفه ليري ولاړ سو طلوع او آريانا دوي هغه تلوېزونې دستګاوي دي چي تر ډېره ځايه يې و فارسي ته ځاى وركړى دى ، هغوى هر څه ته د فارسي او درى په هنداره كي ګوري ، چي موږ يې دپښتو ژبي په وړاندي يوه مرموزه جګړه ګڼو . ورپسي دافغانستان ملي تلويزون (؟؟؟) او دخيبر تلويزوني هڅي درواخلى سړى بايد دملي تلويزون څخه په دي ګيله وكړي چي همدا رسمي ، دولتي او قانوني اورګان لا دپښتو ژبي سره دغه چلند خپل كړى دي ، ډېره بده ده ځكه دا تلويزون ديوه ملي تلويزوني دستګا حيثيت لري ، خيبر تلويزون كه څه هم په باندني هېواد كي خپروني كوي چي په لوي لاس پښتو دانګريزي ژبي تر اغيز لاندي راولي ، دظاهر شاهي عالي ليسي ټول زده كوونكي د ښوونځي د اداري او د كندهار دښووني او روزني رياست په ملتيا په دي اړه د چارواكو بيړنۍ اقدام غواړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوېشتمه پېړۍ اوپه امريکا کې لويه سياسي زلزله", "output": "هدايت الله هدايت - استراليا - د ۲۰� �۶کال د نوامبر لسمه د امريکا د قدرت ګدۍ لړزانده سوه! دنړۍ سوله دوسته خلک او سیاسی تحلیلګران، د نوامبر دمياشتي د تيري سه شنبې د امریکا د کنګرې په مينځ مهاله ټاکنو کې دډيموکراټانو په وړاندي د بوش د جمهوري غوښتونکو د تاريخي ماتي او ددې هيواد د ماجراجويه او جګړه ما� �ه دفاع وزير ډونالډ رمزفيلډ د استعفا تود هرکلی او پراخ ملاتړ وکړ . نړۍ والو دغه پېښه د بوش پر مخ باندي د خلګو يوه کارنده څپېړه او د هغه د جمهوري رياست د شپږ کلني ياغيتوب دورې ته د پای ټکی وګاڼه . د امريکا دکنګرې په دواړه مجلسو کې د ډيموکراټانو بری اوس جورج بوش و دې ته اړ کړی دی چې په خپ� �و کړو کې نوې کتنه وکړي او د ډيموکراټانو ملاتړ تر لاسه کې . د ډيموکراټانو ګوندي مشرانو لا دپخوا څخه ويلي وه چې هغوی په ډاګه د امريکا په سياست کې او خاصتاً د عراق په اړه د شفافو بدلونو غوښتونکی دی . بوش چې د خپل جګړه غوښتونکی سیاستونو ددوام په خاطر د کنګرې وملاتړ او دهغو لايحو وتصويب ته اړتیا لري دا تلاښ کوي چې دډيموکراټان سره و خبرو ته کښېنيیی او هغه ته غوږ سي . خو دا خبره په دې معنی هم ده چې اوس اوس د امريکا د قدرت په ګديو کې نور دقدرت هغه پخوانۍ يکه تازه حالت له مينځه تللی دی .که څه هم په امريکا کې دداسي ټاکنو پروسه تر داوسه پوري يوازي ددوو ګوندونو ترمينځ د يوې تکراري سناريو ننداره وه کوم چې د عامه خلکو په وړاندي به ترسره کېدله . يو ګوند به دخلکو درايو په زور د قدرت پرګدۍ کښېناستي، ځان به يې هومره په فساد او رسوایی کې غرق کړ څو د هېواد دنجات دپاره به د ټولو سترګي و دا بل ګوند ته � �اواوښتلې . بس همدغه لوبه وه چې کلونه کلونه يې دوام و مونده او و را تلونکي ته يې لاره هواروله . په واقعيت کې د « امريکایي موكراسۍ» بازار همداسي چلېدی . خو عام ولس د کلونو په اوږدو کې ددې ټولو لوبو څخه خپل الهام اخيستۍ او خپلي تجربې يې لا نوري هم پياوړي کولې . دغه ننداره څه ناڅه دا دوسوه کاله کيږ ي په عملي توګه يو په بل پسې تکراريږي ، يعني درست دهغه وخت نه يوکال باد چې د امريکا اساسي قانون په کال ۱۷۸۷ کې تصويب سو . په دغه قانون کې ددې سيسټم سکښت داسي راغلی دی چې هر دوه کاله باد يو ځل په ګانګرس کې د استازو مجلس د ۴۳۵ چوکيو دپاره او يوه دريمه د سنا دپاره ټاکل کيږي .خو زموږ د پېړۍ ياني ديوېشتمي پېړۍ غوښتنه بيا نن سبا بل شاني رقم خوړلی دی . ددې پيړۍ په شروع کې امريکا، د خپل حريف شوروي اتحاد په ړنګېدو س� �ه ځان د يواځني پوځي او اقتصادي ځبر ځواک په توګه د نړۍ و صحنې ته را وايست .نړۍ والو هم دا توقع لرله چې دام ريکا هغه ځبر ځواکي ارزښتونه چې ددې هيواد چارواکو به تل پر هغه باندي فضل فروشي کوله د هغه عملي پايلې او ګټي به د خپل ژوند په ورځني عرصو کې په خپلو سترګو وويني او د ثمراتونه به يې استفاده وکړي . عادلانه ټولنه به جوړه سي، ډيموکراسي به اعاده سي، د ولسونو اوهيوادونو وملي حاکميت ، آزادی او روا غوښتونو ته به درناوی وسي . هغوی به په دې وتوانيږي چې د خپلو ملي شتمنيو څخه ګټه واخلي او د ترقۍ او تعالۍ و لوري ته به د ټولني د و� �سونو د ښېرازې په خاطر ګام پورته کړي .خو خبره دنورو په ترټلو او دځان په غټولو کې را وپېچېدله . دغه کار د جورج بوش په کړو کې ډېر ښه ترها انعکاس پيدا کړ . هغه په عملي توګه و نړۍ والو ته وښودله چې امريکايی ډيموک� �اسي يعني څه؟ . هغه دا وښودله چې کوم هيوادونه چې نفت لري په څه ډول به ددې ډيموکراسۍ نه بهره منده کيږي او چې نه يې لري څه شاني چلندبه ورسره کيږي؟ په امريکا کې د سږ کال د نوامبر د اوومي نېټې د ټاکنو په کمپاين کې چې د عراق جګړه او پخپله په کنګره کې دفساد ريښې محوري مسئله ګرځېدلې وه، د ټاکنو پايلې دډيموکراټانو په بري سره پای ته ورسېدلې . دا په واقعيت کې دبوش و جمهوري رياست او د جمهوري غوښتونکو و ګوند ته، د عراق د لانجې په وجه چې دهغوی د ماجراجویی په سبب يې لويه فاجعه را مينځته کړه، يوه ستره ناکامي وبلل سوه . همدا� �نګه په دغه مسئله کې دډيموکراټانو بری، د بوش سياست او پخپله دهغه د متکبرانه چلند پايله هم په ډاګه کړه چې نوموړي خپل هر روا او ناروا کړو ته حق ووايه او هغه يې بيا دخپلي ظاهري عقيدې پر اساس دخدای امر وباله ! . خو هغه ستونزي چې بوش د خپل نابخردانه سياست په نتيجه کې هم و امريکا او هم و ټولي نړۍ ته را وزېږولې هغه نه يوازي په عراق کې دبحران او فاجعې ابعاد نور هم ژور کړه بلکه په ټوله نړۍ کې يې دامن او امان داعيه و يوې واقعي ګډوډۍ ته ټېل وهله . د انسانانو په زړو کې يې د امريکا په وړاندي کرکه او نفرت زيات کړ . نن ليدل کيږي چې په عراق کې د امريکایی پوځيانو دجنازو شمېره هر ورځ د جګېدو په حال کې دي، ملکي بې شماره خلک په ناحقه وژل کيږي . رسمي تازه ارقام د يو نيم لکو بېګناه انسانانو د وژلو خبر ور کوي او غير رسمي ارقام بیا د تلفاتو شمېره شپږ نيم لکه نفر ښيئ . خو ددې اورلمبې لا نور هم سر اخلي، او اوس هم په سيمه کې د عراق و ګاونډي هيوادو ته ځان غزوي . آخر دا ټول ولي او د څه دپاره ؟دامريکا د مينځ مهاله ټاکنو مخکي، ک� �ه چې به چا دعراق په اړه دامريکا و رسمي تبليغاتو ته کتل نو ډېرو به ښايی داسي ګمان کاوه چې په عراق کې بس خير وخيريت او هر څه ګل و ګلذار دي . په دې هيواد کې داسي هڅي رواني دي چې د يوه ډيموکراټيک عراق دپاره د سولی او ثبات شرايط رامينځته کيږي، د امريکا د داهيانه ! سياست له برکته يوه با ثباته د لويی مينځنی ختيځ طرحه عملي سوېده او د ټروريزم سره د مبارزې سياست په بري سره پر مخ روان او ډېر نور مثبت اړخونه لا پر لاري دي! اسرائیل هم د خپل بشر دوستانه کارو په خاطر دسولی د نوبل وجايزې ته ځان کانديد کړی دی ! . او دفلسطین داعيه هم د بوش د بشری او مسؤلانه سیاست په نتيجه کې خپل وروستي پړاونه وهي او دانسانانو بې رحمانه ډله ايزه وژنه نور ختمه سوې ده!خونړۍ والو او پخپله عادي سوله دوسته او بشردوسته امريکايانو د سر په ست� �ګو وليدل چې واقعيت داسي نه وو او نه دی . دامريکا عام ولس د خپل وجدان په حکم اونړۍ والي ټولني د خپل مسؤ� �يت په احساس وليدل چې څه لوبه وانه ده . هغوی دا غوښتنه را پورته کړه چې په امريکا کې دبوش اداره بايد په خپل سياست کې چې په عراق او ډېرو نورو سيمو کې سم دم و دېواله ته درېدلې ده او يوه لويه انساني فاجعه يې را مینځته کړېده بايد نوې کتنه وکړي . په خپله سټراټيژي کې و انسانيت ته ددرناوی او د متمدني نړۍ د اصولو او پرنسيپو پر م بنا بايد بدلون راولي . داځکه چې په عراق کې د هري ورڅي په تېرېدوسره دمړو شمېره زياتيږي ددې هيواد و کو� �نيو لانجو ته په لوی لاس لمن وهل کيږی او د سولي او ثبات د ټينګېدو دپاره هيڅ يو مثبت لير ليد نه ليدل کيږي . ددې ټولو ناخوالو په سپړلو سره اوس په ډاګه دغه واقعيت ته بايد غاړه کښېښودله سي چې پر عراق باندي د ام� �يکا پوځي يرغل د هماغه اوله سره څخه يوه تاريخي تيروتنه او لويه اشتباه وه . اوس ډېر په دې باور دي چې په کنګره کې به دډيموکراټانو په موجوديت کې،د عراق په اړه د امريکا سټراټيژي جدي بدلون ومومی او بوش به ودې ته اړ ایستل سي چې د نړۍ په بحراني او لانجمنو سيمو کې نور د تکبر او فرمان روایی د حالت سره مخه ښه وکړي اود نرمۍ ، سازش او معقوليت لاره غوره کړي! ډيموکراټان اوس داسي انګېري چې و جمهور رئیس بوش ته چې زياتره و هغه ته د يوه مشهوره کاوبای په سترګه کتل کيږي،لږ شاني د انسانيت سبق هم ور زده کړي .د � �يموکراټانو بری او د کنګرې پر دواړو مجلسو باندي دهغوی حاکميت بې له شکه به د امريکا اجرایی او قانوني نهادونه به يو دبل په مقابل کې ودروي . بوش هغه څه چې په عراق کې کرلي وه اوس يې دادی د امريکا په دننه کې ريبي . اوس اوس کنګره او دبوش دولت دواړه په دو سختو مخالفو جبهو کې يو دبل په مقابل کې ځان دروي . د بوش په دوه پاتي کلونو کې به ښايې ډيموکراټان هغسي چې دخپلو اهدافو ورسېدوته غواړي عملي بڼه ورکړي، و نه رسيږي او بوش به هم و نه وکولای سي د ډېرو مسئلو په اړه خپل سياستونه د پخوا په شاني پر مخ بوزي . يعني هغه څه چې بوش غواړي هغه به کنګره تصويب نکړي او هغه څه چې بيا کنګره تصويبوي هغه به د بوش لخوا «ويټو» کيږي . خو يو څه چې د امريکا او دنړۍ خلک د ډيموکراټانو څخه خوښ او راضي ساتي هغه د بوش د ياغيتوب مخنينوی دی چې نور به په داسي تکبر سره د نړۍ په وړاندي بې مسؤليته عمل و نکړي .ددې ټولوبدلونونو سره سره به بيا هم امريکا په سيمه کې د خپلو ګټو دتأمين دپاره تلاښ کوي ، دغه ګټي که دهر لاسپوڅي په ځپلو سره او يا د هر بل لاسپوڅي په � �اپورته کولو تماميږي، و امريکا ته به ديوې خاشې اهميت ونلري . اوس دسيمي هيوادونو او د هغوی و مخکښانو ته په کار ده چې هغوی دخپلو ملي ګټو د ساتلو اوپه سيمه کې دسولي او ثبات خيال اوروحيه وساتي اود خپلو هيوادو و ملي ګټو ته درناوی وکړي . چاته دا اجازه ورنکړي دهغوی په ناپايه لاسوهنوسره خپله رېښه پخپله د نورو په م رسته وباسي او هغوی بياد خپل ځان په وسيله يوځل بيا ددې سيمو پر سرنوشت باندي حاکمه کړې . بايد اجازه و� �نکړل سي چې دغه عناصر وهري خواته ځانونه وغزوي او د ولسونو پر سرنوشت باندي ځانونه حاکم او د هغوی د هر مثبت پرمختګ په وړاندي خنډونه جوړ کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شمال کې د ايساف ځواکونويو افغان وژلۍ دى", "output": "بلخ ولايت کې عينى شاهدانو بينوا ته وويل چې د ايساف ځواکونو د شنبې په ورځ د مزارشريف نړيوال هوايى ډګر ته نږدې يو افغان په ډزو سره وواژه . ددغه پېښې په اړوند په بلخ کې دولتى چارواکو او د ايساف ځواکونو رسمى وينا نه ده کړې . د وژنې لامل نه دى څرګند . وژل شوى کس د مزارش� �يف اوسيدنکى دى.د يادونې وړ ده چې ډيرې داسې پېښې شته چې د خبرى رسنيوتر غوږو نه رسيږي او که رسيږي هم يو څه په ځنډ سره ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محاسن الاسلام،۴۲،برخه ،دامیراومامورحقوق", "output": "محاسن الاسلام،۴۲،برخه ،دامیراومامورحقوقعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،بسم الله الرحمن الرحیممحترمواسلامی وروڼوپه دې برخه کښی دامیر اوحاکم اوم فرعی مسئولیت درته ذکرکوم، قدرمنواوم فرعي مسئوليت دامیردادۍچي په خپله به هم دهرعامل په باب حتی الوسع دهغه عامل مربوط رعیت اوماتحت پښتی یعنی مطلقابه له ر عیت څخه په حجاب کښي نه ګرځی بلکی کله کله به په خپله هم درعیت اوضاع اودخپلوعمالواوضاع ګوری یوازی دخپلوهیئتواومفتشینوپه تفتیش به اکتفاءنه کوی ځکه کله کله امین سړي هم خائن سی خیانت وکړی اودملک له خیرخواه سړی څخه غدروسي اوکله کله مفتش هم دخائن ملګرئ سی،، په دې باب داسلام ددوهم خلیفه حضرت امیرالمؤمنین عمربن الخطاب رضي الله تعالی عنه له کردارڅخه بایددرس واخستل سي داسلام دوهم خلیفه یووخت داسی وفرمايل،،( ولان عشت انشاءالله تعالی لاسیرن فی الرعية حولافاني اعلم ان للناس حوائج تقطع عنی اماهم فلایصلون الی واماعُمَّالهم فلایرفعونهاالی فاسیرالی الشام فاقیم بهاشهرین ثم اسیرالی الکوفة فاقيم بهاشهرن ثم اسیرالی البصرة فاقیم شهرین) مناقب عمر رضی الله تعالی عنه لابن جوزی ص ــفحـ ۱۲۱ـه،، ۰قسم دۍچی کچیري زه ژوندۍ وم نوانشاءالله یوکال به زه په خپل رعیت کښی ګرځم ځکه چی بېشکه زه په دې عالم یم چی رعیت داسی احتیاجات لري چی بې مانه پوره کیږی ،دوۍ وماته راتلاۍ نسی راتېرېدلاۍ نسی اوزماعمال ماته پرهغه باندی اطلاع نه راکوي ،نوبه وشام ته ځم اوهلته به دوې میاشتی تېرومه بیابه وکوفې ته ځم اوهلته به دوې میاشتی تېروم بیابه وبصرې ته ځم هلته به دوې میاشتی تېروم ـهرامیرله دې څخه بایدلوۍ درس واخلی چی حضرت عمرفاروق هم له خپل وخت څخه نه وومطمئن چی دخیرالقرون زمانه وه ،نوپه دغوفاسدووختوکښی چی خیانت ،غدر،جفا،بې رحمی،خودغرضي،درواغ ،غفلت حب دمال اودمنصب دخلګوطبعی دندې ګرځېدلی دی نو په داسی وخت کښي به پرعُمّالووظيفه دارانوباندي څه اعتماد اوباوروسی،، همدارنګه له طاوس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی حضرت عمرفاروق رض الله تعالی عنه یووخت وخلګوته داسی وفرمایل،،(ارأیتم ان استعملت علیکم خیر من اعلم ثم اَمَرته بالعدل اقضیت ماعلی،قالوا نعم قال لاحتی انظرفی عمله اعمل بماامرته ام لا)خبرراکړۍ راته ووایاست که زه یوداسی څوک پرتاسی باندی مقررکړم چی ترهغوټولوغوره وی کوم چی زه ئې پېژنم اووروسته بیابه په عدالت اوانصاف دَيْ مامورکړم چی ته به عدل کوې ظلم به نه کوې ایانوپه د ې سره به زماذمه خلاصه سي اوکه څنګه دمجلس حاضرینوورته وویل هو یعنی ذمه واری دی تردې اضافه نوره نسته ده نوبیاده مبارک وفرمایل چي نه داسی نه ده صرف په دې سره زماذمه نه خلاصیږي بلکی هلته به زماذمه واری پوره کیږي چی زه بیادغه عامل تعقیب کړم اودده په کارکښی وګورم چی ده زماپه امرعمل کړیدۍ عدل ئې کړیدۍ اوکه یا والسلام ومن الله التوفيقپه دې اړه نوربيا. . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کانډا حکومت پارلمان ته نوی وړانديز لري", "output": "د کاناډا حکومت تر 2011 کال پوری په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د پاته کیدو وړاندیز کړی . د کاناډا محافظ کار لومړي وزیر شتیفن هارپر د نوموړي هیواد پارلمان ته وړاندیز کړی چې دا امکانات ولټوي ترڅو کانادایی سرتیري تر 2011 کال پوري په افغانستان کې ماموریت پر مخ بوزي .دا پیشنهاد وروسته له هغه وشو چی د نوموړی هیواد پارلمان څه موده وړاندي په مټ کې د سرتیرو ماموریت تر 2009 کال پوری تمدید کړی وو . نوی وړاندیز اوس نو د پارلمان رایو ته اړتیا لري .کاندایې ورځپاڼو ویلی صبا پنجشنبه به پارلمان په دې وړاندیز غور کوي او وروسته به وړاندیز لیک رایو ته کیښودل کیږی . کانادا په افغانستان کې په سلهاوو تنه سرتیري لري چی په جنوبی کندهار ولایت کې د سوله ساتو ځواکونو په ه� �انه کې په ماموریت اخته دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان كې ۴۰۰۰۰ كسان په نري رنځ اخته شوي", "output": "د روغتيا نړيوال سازمان(ډبليو اچ او) خبر وركړ چې په افغانستان كې د نري رنځ په ناروغۍ داخته كسانو شميره لسګونو زرو ته ورسيده.ددغې ټولنې په ننۍ رپوټ كې راغلي چې،د ۲۰۰۱ عيسو ي كال را په ديخوا په زرګونه كسان ددغې ناروغۍ ښكارګرځيدلي.رپوټ وړاندې كاږي چې په ۲۰۰۱ عيسوي كال كې (پنځه ويشت زره ۴۴۳) كسان چې له دغې ډلې څخه يي(۱۶۵۳۸)ميرمنې وې دنري رنځ په ناروغۍ اخته ول خودغه شميره په ۲۰۰۶ كال كې په دوه برابره شوه او په دغې ناروغۍ داخته كسانو شميره اوس (۴۰۰۰۰) كسانو ته رسيدلې ده.درپوټ له مخې په ناروغۍ داخته شويو كسانو عمرونه دپنځلسو او څلويښتو ترمنځ دي.په افغانستان كې دروغتيا نړيوال سازمان مسول ډاكټر رياض احمد موساوويل:چې نړيواله ټولنه او مرسته كوونكي هيوادونه بايد له افغان دولت سره ددې ناروغۍ دمخنيوي په برخه كې مرسته وكړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوشمېرافغان رسنۍد غرب په پيسو ايران ته خدمت کوي", "output": "نتکۍ - کابل په افغانستان كې د كلاسيكې موسيقۍ د بياغوړولواواحيالپاره دتكړه هنرمند وحيدقاسمي په مشرۍ او د اط� �اعاتواوكلتورپه هڅونه يوكميسون اعلان شو.په دې مناسبت نن سې شنبې د ١٣٨٥ لمريز کال د مرغومې ۱۹مه نېټه داطلاعاتواوكلتورپه وزارت كې ددې وزرات د وزيرپه ګډون په جوړه شوې غونډه كې يوشمېرافغان هنروالوبرخه در� �وده. په غونډه كې چې وحيدقاسمي دبرخوالوپه رايود كميسون مشرغوره شو،داطلاعاتواوكلتوروزي� �عبدالكريم خرم پرافغانستان د پرديوكلتوري يرغل ته اشاره وكړه اوويې ويل دبهرنيانوكلتوري يرغل دافغانستان د هنراوكلتورټولوڅانګوته زيان اړولى او هيله ده چې دافغان هنروالوپه هلوځلودروان كلتوري يرغل م خه ونيول شي .ښاغلي خرم همداراز وويل چې دهيواددسينمااوتياتربرخوته تريوه حده پام شوى خو اصلي افغاني موسيقۍ ته چندانې توجه نه ده شوې اوپكارده چې زموږ اصيله افغاني موسيقي بېرته وغوړېږي .ښاغلي خرم دكلاسيكې موسيقۍ دكم يسون جوړېدل دې لورته لومړنى ګام وبالۀ. دافغانستان په موسيقۍ كې د پرله پسې جګړواومهاجرتونوله امله ركود رامنځته شوئ او له بلې خوا ګاونډي هيوادونه هڅه كوي چې خپل كلتوري نفوذ په هره برخه كې پ� �افغانستان وتپي .دبهرنيوهيوادونودكلتوري اغېزدافغانستان په خبري رسنيوكې تردې حده رسېدلى دى چې څوك نه پوهېږي دكوم هيوادراديوياتلويزيون وايي .ځينې افغانان وايي په داسې حال كې چې ايراني چارواكي دخپلوخبري � �سنيوويندويانوته اجازه نه وركوي چې له تهرانۍ لهجې پرته په مشهدۍ يا دحافظ په شېرازۍ لهجه په راديو يا تلويزيون كې وږغېږي ،دافغانستان د تلويزيونونو ويندويان چې د ايراني پلوه شيعه وو په كنټرول كې دي په ايرانۍ لهجه خبرې كوي .دا په داسې حال كې ده چې دا تلويزيونونه چې اكثره يې دغرب په مالي مرسته پيل شوي اوچلېږي ،دايران لپاره دخدمت په خاطر ايراني سندرې ،ډرامې ،فلمونه اوحتی په ايرانۍ فارسي دلوېديځو فلومونودوبلاژخپروي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار په کوربتوب سيالۍ کابل بانک وګټلي", "output": "احمد لودين هغه سيالۍ چي لس ورځي مخکي د کندهار په کوربه توب د هيواد د اتو لويو حوزو تر منځ په لاره اچول سوي وي تيره ورځ يي پاي لوبه د کابل بانک او هرات لوبډلو تر منځ وسوه چي د کابل بانک په ګټه پاي ته ورسيده او کابل بانک لوبډله ددي سياليو ګټونکي سوهيادي سيالۍ چي د کندهار ، کابل ، ننګرهار ، پروان ،بغلان او هرات ولايتونو ترمنځ د افغانستان دالمپيک کميتي له خوا په لاره اچول سوي وي تيره ورځ يي پاي لوبي ته د کابل دکابل بانک او هرات لوبډلي راووتي او يو دبل په وړاندي يي بختونه وازمايل چي په پاي کي کابل بانک لوبډلي ددو ګولونو پر وهلو سره هرات لوبډله په ګونډو کړه او هرات لوبډلي يو ګول ووهى چي په دي سره کابل بانک لمړى ، هرات دوهم او کندهار ولايت دريم مقامونه خپل کړه چي په پاي کي کابل بانک لوبډلي ته د ګرين يونايټيد سوداګريزي ډلي له خوا يوه عراده کوچنى کرولا ډوله موټر اوبيل بيل سوغاتونه ورکړل دياد ګروپ وياند نصيراحمد نصرت بينوا ته وويل چي له يادو سوغاتونو څخه يي دنوموړو لو بغاړو تشويق او ددوي ددي برياليتوب ستاينه وه موټر چي په بيلابيلو مثنوي ګلونو پوښل سوي وو په ورزشي لوبغالي کي يي د ټولو ننداره کوونکو توجه دځان په لوري اړولي وه او تر هغي شيبي پوري يي باور نه راتلي تر کومي چي ياد موټر د کابل بانک ګټونکي لوبډلي ته په خاصو مراسمو تسليميدي په کندهار کي يادي سيالۍ په داسي حال کي تر سره سوي چي هره ورځ به يي په زرګونو کندهار اوسيدونکو په زياتو خوښيو سره ننداره کول"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تيرقسمتونه", "output": "تيرقسمتونه ارمان مي په ځواني شه چي عبس راباندي تيره شوه غفلـت شـــوي ځـولني لـکه محبس راباندي تيره شوه اوس پدي پــوهـــيږم چــي دنيـــا وه ډيــــره ښـــکلي دا ګـــنا ځمــاوه چــي قفـــس رابــانـدي تـــــيره شــوه نه پــوهـيږم چي دا عمـروُ که خـوب وُ چـي مـا وليده د سين غاړي هوسي وه په شرنګس راباندي تيره شوه هــرڅـه که مــا رحمـت ريـښـتـين دعـا دخـرد وکـړه خـپله ژبه مي بلا شـوه په غُــرس را باندي تيره شوه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دشرنګ په نامه وېبپاڼه په ليكه شوه", "output": "وايي له ژونده مې زده کړل، ترڅوچې نفس په قفس کې دى بايدکاروکړو،اوهره شېبه دحالاتودسمون په اړه هڅه اوهاند ژوندى وساتو. ځكه چې هېڅوک دماتې خوړلولپاره نقشه نه کاږي،بلکې دانقشه ده که چيرې غلته وايستل شي دماتې سبب ګرځي. شرنګ وېبپاڼه چې نوې په ليكه شوې ده،په پام كې لرې درنوهېوادوالوته دډېروتكړه ليكوالانو،شاعرانواودنظرخاوندانو ((علمي،مالوماتي،ادبي اوكلتوي)) مطالب اونظريات په ليكه كړي ! www.shrang.com شرنګ علمي،مالوماتي،ادبي اوكلتوري وېبپاڼه هيله ده چې تاسوهم په دې اړه خپل رغنده وړانديزونه،نيوكې اومطالب له موږسره شريك كړئ ترڅوددې ادبي شرنګ ، شرنګ رغنده او جوړونكى واوسي. شعر دى چې وايي: له درانه باره څومره ستړي يوموږ په دغه لاره څومره سـتړي يوموږ هريوراځي موله وســـلې راكوي له دغه كاره څومره ستړي يوموږ په ډېردرنښت امين زى.همت الله www.shrang.com شرنګ علمي،مالوماتي،ادبي اوكلتوري وېبپاڼه يودې وهلي په لنډۍ زنه خالونه بل په شرنګ شرنګ تور اوربل دې جوړ دى ولونه ولونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايران د سويدن ٢ تنه وګړى د بند په جزا ګرم بللي", "output": "د ايران يوې محکمې د سويدن ٢ تنه وګړي په دې تور چې د ايران په جنوب کې يې له فوځى تاسيساتو عکسونه اخيستل ،د بند په جزا محکوم کړي دي . ايرانى چارواکو ويلى چې د محکمې په قضايي ناسته کې په ايران کې د سويدن سفير او د سفارت يو بل چارواکى حاضر وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل ښاروالۍ او د کرزي خلاف کمپاين!", "output": "ټول ټاکنې را نږدې شوي. هر کانديدخپل ځانته کمپاين کوي. چې په راتلونکيو ټاکنو کې ښې رايې واخلي او د ولسشرۍ چوکۍ ترلاسه کړي. د راتلونکيو انتخاباتو � �پاره په مستقيم او غير مستقيم ډول کمپاينونه روان دي. په ځينو رسنيو کې داسې راځي،چې کرزى اوس مهال ځانته پر کمپاين بوخت دى نو ځکه ترې د هېواد امنيتي چارې پاته دي، چې په نتيجه کې امنيت او ټولنيزې چارې د خرابۍ په لور رهي دى. دا خبره ډېره د ټلوالې، کنګرې او جبهې پلويان کوي.خو حقيقت داسې نه دى او هر څه سر چپه او معکوس روان دي. ځکه ټلواله، جبهه او کنګره يا په بل عبارت پخواني ټوپکمارانو ټول نظام په لاس کې نيولى دى. په هره اداره کې يې غړي ننوېستلي، چې د چا پلار هم ورته له پوزې پورته خبره نشي کولاى. يانې هم حکومت کوي او هم په حکومت پسې سپکې سپورې وايي او د تخريب لپاره يې پلانونه او دسيسې جوړوي، چې دې کار يې حکومت ته د وسلوالو مخالفينو په پرتله ډېر زيان رسولى او لا يې رسوي! ددې پرخلاف د کرزي پلويان په ح کومت کې دومره ډېر ندي او که څه دي، هم هغه بيا د همدغو مافيا ګرو له لاسه ښه ورځ نلري. او مافيا ګر ورته توطيې او دسيسې جوړوي او په يو تور او بل تور يې تورنوي او له حکومت نه يې وېستلو ته اړ باسي! په هر صورت د خپلې ادعا د ثبوت لپاره، يو مثال وړاندې کوم، چې د کرزي د اداري پر خلاف پخپله د کرزي مامورين توطيې جوړوي، چې لنډ مثال يې د کابل ښاروال او دکابل ښاروالۍ نور زاړه لېوان چارواکي دي! لکه څنګه چې کابل ښار ته د ٢٠٠١ کال راهسې د هېواد له ډېرو ولايتونو څخه خلک راغلل او دلته مېشت شول. د اټکل له مخې په کابل ښار کې دمګړۍ له پنځه ميلونو نه ډېر وګړي اوسي.دلته يې کارونه شروع کړي او همداشان ورځ په ورځ کابل ښار ته د مهاجرت لړۍ � �ا پسې غځيږي اود مېشتو خلکو خپلوان هم ورته راکډه کيږي. او په هېواد کې د بې امنۍ څپه لا دغه لړۍ پسې ګړندۍ کوي نو له همدې کبله کابل ښار د هېواد د نورو ولايتونو په توپير د انتخاباتو لپاره غوره مرکز ګڼل کېداى شي! د انتخاباتو لپاره ددې مهمې نقطې په پام کې نيولوسره، دکرزي ضد مافيا ګرو دا سيمه په ولکه کې راوستې ده او د ناوړه چلند او کارونو د نه کولو پر بنسټ يې د کابل ښار ټول وګړي له ښاغلي کرزي نه خوابدي کړي! حالاتو ته چې سړى ګوري دا ټول کارونه عمدي او قصدي تر سره کيږي! د کابل ښار ټول اړوند کارونه يې په ټپه درولي ، چې د کمبختو ښاريانو واړه او کوچني کارونه هم، جمعې او مياشتې خو پرېږدئ چې په کلونو هم نه خلاصيږي. او هان چې د رياست جمهوري احکامو ته هم پام نه کيږي، چې مثالونه يې هم ډېر دي! د ځمکو کارونه د ښا� �وال لخوا بند شوي ټول هغه خلک چې کورونه يې په قلعه زمان خان او نورو سيمو کې نړول شوي، د کلونو راهسې يې ځمکې استملاک شوي، خو پرځاى يې کورونه نه ورکول کيږي. او ټول غريب ولس کله يوې خوا او کله بلې خوا سر وهلي، بروه� �ي ګرځي راګرځي! همداشان دمؤثقو معلوماتوپراساس هغه قراردادونه چې د پخوانيو ښاروالانو په وخت کې شوي اوس نه اجرا کيږي، ددې خبرې ثبوت څو ورځې وړاندې د يوې ډلې قرارداديانو لخوا د ښاروال پر خلاف لاريون کېدل دي! هغه سړکونه چې څو کلونه وړاندې د اولې، دوهمې، شپږمې،اتمې او نورو ناحيو لپاره ځانګړي شوي ول، لا تر اوسه ندي پاخه شوي او هغه پيسې چې دځينو هېوادونو لخوا کابل ښاروالۍ ته ورکړل شوې وې هغه اوس همغه هېوادونه بېرته اخلي! همداشان د احمدشاه بابا مېنې او ځينو نور سيمو سړکونه چې بايد په څو مياشتو کې جوړ شوي واى ، د ک� �ونو په تېرېدو سره لا ندي جوړ شوي. په دغه سيمه کې کار نه کېدلو وجه داده، چې دغه سيمه کې ډېرى وګړي د کرزي ط� �فداران دي او له بلې خوا يې نوم (احمدشاه بابا) مېنه ده! د پايلې په توګه ويلاى شو،چې د کابل ښاروال لخوا د کارونو د بندښت او وړ اجرااتو د نه کولو له لاسه ښاريان ترپوزې رسېدلي دي او دا کار دى په شعوري ډول باندې ترسره کوي . که چېرې دا لړۍ نوره هم پسې وغځېږي نو ګومان مې نه کيږي، چې ښاغلى کرزى به په کابل ښار کې پنځه ويشت راې هم واخلي او بيا به د ولسمشرۍ پر چوکۍ کښېني!"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تايلند کې فوځي کودتا وشوه", "output": "يوې ډلې فوځيانو په تايلنډ کې د فوځي کودتا له مخې واک ترلاسه کړۍ او ددغه هېواد لومړۍ وزير شيناواترا يې ، چې دا مهال په امريکا کې دي ،له دندې ګوښه کړي دي . د لومړي وزير ماڼۍ او يو شمير نورې دولتي ودانۍ فوځيانو کلابند کړي او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې ويلي چې ددغه هېواد له پاچا څخه ملاتړ کوي او ډير ژر به د واک چارې خلکو ته وسپاري .د فوځيانو کودتا په نړۍ کې مختلف غبرګونونه رامينځ کړي دي .د استراليا لومړي وزير د کودتا په اړوند ډيره خواښيني ښودلې ده . امريکا وايى چې حالت له نږدې څاري او اروپايى ټولنې له فوځيانو غوښتې چې ډير زر ولسواکه نظام ټينګ کړي . د ملګرو ملتونو سرمنشي کوفى عنان ويلى د ديپلوم اتيکو لارو څخه د سياسي بدلونوو ملاتړ کوي ،نه د وسلې د زور له مخې ! تايلند کې کودتا داسې مهال وشوه ، چې ددغه هېواد لومړۍ وزير د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نيويارک ته تللى دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يو خښ شوي ماين له امله دوه تنه وژل شوي دى .", "output": "تيره ورځ دهلمند ولايت د سنګين په ولسوالى کې دوه تنه هغه وخت مړه او دوه تنه ټپيان شول چې يو موټر دسړک په اوږدو کې له ماين سره ولګيد په ټپي شويو کسانو کې يو پخوانى جهادي قوماندان چې حاجي پاينده نوميږى هم شامل دى . پوليسو د پېښې په اړوند څوک نه دي نيولى . چارواکي وايى په دې هکله پلټنې روانې دي او تر اوسه لا نه ده څرګنده شوې چې دا ماين زوړ وو او که نوى خښ شوى وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پروان: د ښځو حالت ناوړه دی", "output": "همیرا په پروان ولایت کې د ښځو حالت ناوړه دی او ګڼي میرمنې په کروندو کې شاقه کارون کوي.دغه ټکی د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسیون ریسې میرمن محبوبې واعظي څرګند کړ. دغه خبرداری په داسي حال کې خپریږي چې د ښځو نړیوالي ورځي ته د ګوتو په شمیر ورځي پاتي دي. میرمن واعظي وویل چې دمګړۍ په پروان ولایت کې شاوخوا ۱۵۰۰ میرمنې په کروندو کې د بزګرو په توګه دنده تر سره کوي چې دغې دندې ته د هغوي د رجوع اصلي لامل فقر او تنګدستي ده. دا په د اسي حال کې ده چې د بلخ ولایت کې هم د ښځو حالت ناوړه ښودل شوی دی. د بلخ ولایت کې د ښځو مدافع ټولني وایې چې دولت او نړیواله ټولنه باید د ښځو ژوندانه ته جدي پام وکړي که نه نو هغوي به دهرې ورځي په تیریدو له نویو چلنجونو سره مخ � �ي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل عبدالباري جهاني ما ته به نه وایې چې مه راځه اشنا درځمه زه لکه زیری ناخبره دي پر خوا درځمه غازي فطرت مي د رقیب له تورو مه بیروه زه د شهیدو ارم انو پرکربلا درځمهد یزید غشي به مي څو د پلونو نښې ولي ما د حسین جامې اغوستي دي تنها درځم هجانانه پښو ته دی یوه شیبه سجده لګومیوه څپه یم تر ساحله خامخا درځمه د تاریکیو له توم ته دي تور مخي ځغليتور پر تندي تازه کومه په سبا درځمه کبر غرور مي جهاني رنګه ځنځیر ته در وړم کچکول په غاړه ګرځوم لکه ګدا درځمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل شیرزی ته مې په لما نځه کې یې ته مې په دعاو کې ته مې په خیالونو کې ته مې په ریښتیا و کې ته یې اسماني ارواح ما ته نازل شوې یې روح مې ستا د روح سره ګرځي په ارواح و کې ځا ر به درنه سر کړمه غم به دې اختر کړمه وینه به نُکریزې کړم رنګ به یې ښکلاو کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سمندر اوبه مالګينې ولې وي؟", "output": "د سمندر اوبه مالګينې ولې وي؟ صفیه حلیم په يوه كلي كې دوه وروڼه اوسېدل، چې يو په كې ډېر شتمن و او بل غريب او بېوزله. يوه ورځ د غريب ورور سره په كور كې د خوړو لپاره هېڅ پاتې نه شول، نو د خپل شتمن ورور كره لاړ او مرسته يې ترې وغوښته. شتمن ورور ورته وويل چې ستا له حال نه زه خبر يم. دا د يوې ورځې خبره نه ده، سبا به بيا راروان يې او سوال به راته كوې. غريب ورور ورته ووي� �:ته بس همدا نن راسره يوڅه لاس وكړه. بيا به دې نه په عذابوم.شتمن ورور ورته وويل:سمه ده، زه نن تا ته ښه ډېره غوښه دركوم، دا واخله او د قاتۍ (قحطۍ) ښار ته ورشه، خو بيا راته خپل سپېره مخ ښكاره نه كړې.غريب ورور يې � �ېر ساده و. د غوښې نه يې يو پنډ جوړ كړ او د قحطۍ د ښار په لټه شو. ټوله ورځ يې مزل وكړ، په لاره كې به يې له هر چا پوښتنه كوله، چې د قحطۍ ښار په كوم ځاى كې دى. ځينو به ورته لاره سمه كړه، ځينې نور بيا خبر نه وو.د شپې يوه ځنګل نه تېرېده، چې له ليرې يې رڼا وليده. ده اندازه لګوله چې دا به د قحطۍ ښار وي او كه نه؟ په دې كې يې يو بوډا سړى وليد، چې ونې ته يې تبر نيولى و.له هغه يې وپوښتل، بوډا ورته وويل چې همدا د قحطۍ ښار دى. خو ته ولې هلته تلل غواړې؟غريب ورته خپله ټوله كيسه تېره كړه. بوډا وويل:كه ته د دې غوښې سره د قحطۍ ښار ته ځې، نوهرڅوك به دا غوښه په ډېرو پيسو درنه غواړي. خو ته ورته وايه چې د غوښې په بدل كې راته مېچنه راكړئ.غريب د ښار لوري ته روان � �و. هلته له رسېدو سره يې يو تن ته د غوښې ټوټه ښكاره كړه. هغه ورته غوښه بيه كړه، بيا بل كس راوړاندې شو، چې د هغه بيه له لومړۍ نه ډېره لوړه وه. ورو ورو د غوښې بيه ډېره لوړه شوه. هر چا پيسې راايستلې وې او يو شورماشور جوړ شو، غريب خپل لاس اوچت كړ او ټولو ته يې وويل: زه دا غوښه د يوشي په بدل كې خرڅوم. ټول غلي شول، غريب سړي ووي� �:تاسو سره د لاس يوه مېچنه ده، هر څوك كه هغه راته راكړي، غوښه د هغه ده.يو تن په كې وويل: په دې ښار كې هم دغه يوه مېچنه ده، كه دا تاته دركړو، نو موږ به څه كوو؟خو غريب سړى په دې ټينګ شو، چې مېچنه راكړئ او غوښه واخلئ. خلكو په خپلو منځو كې بحث كاوه، اخر په دې رضا شول، يو سړى په منډه لاړ او د يوې زړې زمانې وړه مېچنه يې � �اوړه، په دې كې به يې كافي (قهوه) ميده كوله.غريب چې دا مېچنه وليده، نو سخت خپه شو. ده فكر كړى و، چې مېچنه به د سرو زرو وي. خو اوس يې ژبه كړې وه. ټوله غوښه يې دې خلكو ته وركړه. مېچنه يې ترې واخيستله او بېرته د ځنګله پر لوري � �وان شو. هلته يې بوډا سړى بيا وليد، په ډېر ګيله من غږ يې ورته وويل:بابا! تا راسره ښه ټوكه وكړه، د پيسو پرځاى مې دا زړه مېچنه واخيسته، په دې به زه څه كوم؟بوډا ورته وويل:غوږ رانژدې كړه، چې د دې مېچنې كمال درته وښيم.غريب سړى د شپې ډېر ناوخته خپل كور ته ورسېدو، نو ښځه يې ډېره په قهر ورته پاڅېده. هغې ورته ټوله ورځ انتظار كاوه او نه پوهېده چې سړى يې چېرته ورك شوى و. په كور كې د خوړو لپاره هېڅ نه وو.سړي چې زړه مېچنه پر مېز كېښوده، نو ښځه يې نوره هم راوپارېده، په كور كې د څښلو لپاره كافي هم نه وه، خو سړي ورته وويل: دا مېچنه ډېره د كار م ېچنه ده. د مېچنې لاستى يې ونيو او بيا يې وويل:مېچنې ګرړه ګرړه... ډوډۍ راوباسه، په ترړه... د سړي د دې منتر سره د مېچنې لاستى وخوځېد او ګرمې ګرمې ډوډۍ ترې راووتلې. سړي بيا مېچنې ته امر وكړ:مېنچې ګرړه ګرړه... پنېر راوباسه، په ترړه...اوس نو له مېچنې تازه پنېر راووتل.ښځه او غريب سړى دواړه حيران هم وو او خوشحاله هم. ژر يې ډوډۍ وخوړه، مېچنه يې تر كټ لاندې پټه كړه او ويده شول.په بل سهار دوى له مېچنې كافي، شوده، رنګارنګ مېوې او خواړه، دغه راز نور شيان وغوښتل. په كور كې يې هرڅه برابر كړل، څو ورځې چې تېرې شوې او ډوډۍ وركړه، ډېره شوه نو خپلو ملګرو ته يې د ښې مېلمستيا بلنه وركړه. شتمن ورور يې هم راوغوښت. هغه چې د ورور په كور كې هرڅه ښه ډېر وليدل، نو حيران پاتې شو. و� �ور نه به يې غلي غوندې پوښتنه وكړه، چې دا هرڅه يې څنګه موندلي وو. خو غريب به ورته موسكى شو.اخر چې ټول مېلم انه خپلو خپلو كورونو ته لاړل، نو شتمن ورور ورسره خوږې خوږې خبرې پيل كړې. غريب ورور يې ساده و، خبره يې له خولې ووتله، چې دا هرڅه د يوې مېچنې بركت و. شتمن ورور ورته وويل: اوس خو ته هرڅه لرې. دا مېچنه ما ته راكړه، زه به درته په بدل كې ډېرې پيسې دركړم.غريب ورور نژدې دا كار كړى و. خو ښځه يې هوښياره وه. هغې ورته وويل: د سرو زرو � �كه يوه بوجۍ كه راكړې نو د فصل د رېبلو پر وخت به مېچنه يوسې. شتمن ورور په دې رضا شو. د سرو زرو د سكو ډكه يوه بوجۍ يې ورته راوړه او څو ورځې وروسته د فصل د لوونو پر وخت يې د ورور له كوره مېچنه هم يووړه.د شتمن ورور ښې ډېرې مځكې وې او د لوونو په دې وخت كې به ډېرو خلكو پر مځكو كارونه كول. ده غوښتل چې ټولو خلكو ته مېچنه او د دې كمال و� �وښيي. د غرمې د ډوډۍ پر وخت يې ميچنه پر يوه مېز كېښوده او د هغه مېرمنې په چيغه وويل: مېچنې ګرړه ګرړه.. ښورا � �اوباسه په ترړه.ماهيان راوباسه په ترړه.د هغې له خولې دا ټكي راوتلي وو، چې مېچنه وګرځېدله او ښوروا ترې � �اوتل پيل شول. بيا ترېنه وريت كړي ماهيان راوتل، خلكو له خپلو كورونو لويې لويې كاسې راځغلولې، چې ماهيان او ښو� �وا په كې راډك كړي. د ټولو په كورونو كې چې هرڅومره لوښي وو، په ټولو كې ماهيان او ښوروا وو.يو چا شتمن سړي ته وويل چې بس كړه، دا مېچن دې ودروه. خو شتمن سړي د مېچنې په بندولو نه پوهېده، كله به يې ويل: بس كړه، بس كړه، مېچن بس كړه.كله به په چيغو شو چې مېچن ودرېږه په ترړه.كله به يې د هغې لاستى تاو كړ. كله به يې ورباندې لاسونه كېښودل. خو مېچنه وه، چې ترېنه د ښوروا او د ماهيانو يو سېلاب روان و. كله چې خلكو د ښوروا په سېلاب كې لامبو وهل پيل كړل. نو شتمن ورور په منډه منډه د خپل غريب ورور كره لاړ او ورته ويې ويل:د خداى لپاره دا مېچنه دې واخله، زه خو يې هېڅ په بندولو نه پوهېږم. د ورور ښځه يې وروړاندې شوه او ويې ويل: مېچنه به درنه اخلو، خو په دې شرط چې نور سره زر به راكوې.غريب ورور يې لاړ او د مېچنې په لاستي يې لاس كېښود، سم له لاسه دا بنده شوه. داسې ښكارېده � �كه چې د هغه په لاس كې كوم جادو و.تر دې پېښې وروسته غريب ورور د سمندر پر غاړه ځان له يو ښايسته كور جوړ كړ او ژوند يې په كې كاوه. د خپل حاجت شيان به يې له مېچنې غوښتل، خو په دومره اندازه چې ګوزاره به يې پرې كېده.يوه ورځ په سمندر كې د تېرېدونكو بېړيو نه د يوې بېړۍ كپتان په خپل دوربين كې په ساحل دا ښكلى وړوكى كور وليدو، نو په زړه كې يې وګرځېدل، چې دا له نژدې وګوري.بېړۍ لنګر واچاوه او دى له خپلو څو ملګرو سره په وړوكې كشتۍ كې كښېاست او د غ� �يب سړي هغه ښكلي كور ته ورغى.غريب سړي ورته ډوډۍ وركړه. مېچنه پر يوه مېز ايښې وه. كپتان چې دا زړه مېچنه و� �يده، نو له هغه يې پوښتنه وكړه. سړي ورته د مېچنې حال ووايه. كپتان چې دا واورېدل، نو سړي ته يې وويل: دا مېچنه پر ما خرڅه كړه.غريب سړي نه غوښتل چې داسې وكړي، خواخر د ډېرو دليلونو او منت زارۍ نه وروسته سړى په دې راضي � �و، چې كپتان به ورته ښه ډېر مال او دولت وركوي. كپتان هم داسې وكړل او مېچنه يې واخيستله. خپلې بېړۍ ته ورغلو او فكر يې كاوه چې څه شى وغواړي. په هغو ورځو كې به مالګه ډېره ګرانه وه. ځينو خلكو ته به په معاش كې د مالګې غټۍ هم و� �كول كېدې، چې خلكو به په ډېر احتياط سره كارولې. خلكو به د سودا په بدل كې مالګه وركوله.كپتان فكر وكړ، چې كه دى د مالګې تجارت پيل كړي، نو ښې ډېرې پيسې به وګټي. خپلو نوكرانو ته يې امر وكړ، چې په بېړۍ كې خالي كوټې دې پرانيزي او مېچنې ته يې وويل: مېچنې ګرړه، ګرړه... مالګه راوباسه په ترړه.مېچنه په ګرځېدو شوه او مالګه ترې راوتله. د بېړۍ ټول ګودامونه له مالګې ډك شول. كپتان د خوشحالۍ نه په جامو كې نه ځايېده. كله چې د هغه په حساب مالګه پوره شوه، نو په مېچن يې لاس كېښود، خو مېچنه نه بندېده. كپتان ډېره هڅه وكړه، نورو خلكو ورباندې لاس كېښود، خو ورو- ورو په بېړۍ كې دومره مالګه بار شوه، چې بېړۍ په سمندر كې ډوبه شوه. مېچن په دې وخت كې هم مالګه راويستله. د ناروې خلك باور ل� �ي چې دا مېچنه اوس هم د سمندر په تل كې لګيا ده مالګه باسي، ځكه خو د سمندر اوبه مالګينې وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پلاوي : دهرات دلرغونواثارحالت له اندیښنې ډک ښولې", "output": "دافغانستان داطلاعاتوکلتوروزا� �ت لوړپوړی پلاوي چه هرات ته تللی دغلته یې دلرغونواثارحالت له اندیښنې ډک ښولې زموږهمکار شرفیارله هراته � �اپورراکوي. دافغانستان داطلاعات توکلتوروزارت مرستیال غلام نبی فراهي چه دیوه پلاوي په مشری هرات � �اغلی په یوه خبري غونډه کي وویل دغلته دلرغونواثارغلا،خپله سره سپړنواودتاریخی ودانیو ړنګوني مرکزې ادارې اودملګروملتونوکلتوري څانګي ته اندیښنی پیداکړي دي. دولتی مامورین وایې یواځي تیره یوه میاشت کی په ل� �رغونواثارپه بیلابیل ډول شپږپلاداسی حملې شوي چه جبیره یې دافغانستان لپاره ستونځمنه ده دتاریخي منارونوت� �منځ دسرک پرانستل له موزیم نه غلااودیوه ملاپه حکوم دسعدیه جومات ورانونه چه وسوه کاله لرغونتیا لرله ښی بیلګې یې دي دغه خبري غونډه کي که څه هم دملامتی ګوته دهرات چارواکوته ونه نیول شوه خودخلکواومسو� �ینوله کمي پامرني شکایت وشو. هرات د۴۰۰لرغونوتاریخي عابدوپه لرلوسره نړیوال شهرت لري ځکه نویونسکویادملګروملتونوټولني دغه ولایت ته چانس ورکړی څو۲۰۰۹میلادی کال کي دلرغونواثارودخوندیتوب په شرط دنړۍ فرهنګي میراث وپیژندل شي دهرات والي سیدحسین انوری دزړوودانیودورانۍ اومنارونوترمنځ دسړک پرانستل دخلکو ورځنۍ ستونځي بولي ددې ترڅنګ چه دمخنیوي ژمنه یې کړې مرکزي اداری نه دبدیل سړک جوړیدو هیله لري. خوداطلاعاتوکلتور وزارت ادارې مسول اودفغانستان دقلم دټولني ریس بهمن چه دپلاوي ترکیب کي راغلی په ډاګه ګاونډي هیوادونه ددغي دسیسې شاته ګرم وبلل.((هغه هیوادونه چه لاسونه یې لاهم زمونږدخلکوپه وینه سره اوزم ونږتاریخي شخصیتونه چه دلته زیږیدلي دځان بولي کله یې لورشته چه ددغه هیوادملي ویاړونه خوندي اونړیوال هویت دافغانستان ولري.))بهمن دهرات خلک درسنیوله لاري وهڅول څوخپل تاریخي ویاړته په پاملرنه پولیسوسره په م� �سته پردي دسیسې شنډي اوخپل تاریخي افتخارات وساتي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلوږي اوګرانۍ پرسرجګړه(دهدايت الله هدايت لیکنه)", "output": "د سږ ميلادي کال د شروع څخه بيا تر اوسه پوري په ټوله نړۍ کې د خوراکي موادو نرخ په بېساري توګه لوړ سوی او وضعه داسي لوري ته � �وانه ده چې داسي نه ليدل کيږي څوک دي په اساني سره هغه مهارکړي . د نړۍ په زياتره سيمو کې د م� �کزي امريکا څخه را نيولې بيا تر افريقا او آسيا پوري د وږو او ناتوانه خلکو لخوا چې د عادي ورځني خوراکي موادو د رانيولو وس يې دﻻسه وتلی دی د انساني خښم يوه لويه څپه را پارولې او پراخ اعتراضونه يې را پورته کړي دي . د کارائيب په هائيتي کې خښمېدلي پرګنې دجمهوري رياست پر ماڼۍ باندي ور ودانګله، په بنګله دېش کې د نساجۍ شل زره کارګر و بازارو ته را ووتل او د پوليسو سره لاس او ګرواېوان سوه. د جنوبي افريقا د پولاکاوا په ښا� �کې په زرګونو تنو د ډوډۍ د نشتوالي پر سر مظاهرې وکړې ، په مصر ، موريتانيا، مورنبيق او سينيګال کې د لوږ ي پر سر بلواوي وسوې ، په ازبکستان، يمن، بوليويا اندونيزيا، اردن، مراکش، نايجريا، مکسيکو او ... د خوراکي م وادو د ګرانۍ او لوږي پر سر د خلکو خښم لويه مرګ ژوبله را مينځ ته کړه . د ملګرو ملتو دسازمان د چارواکو په وينا ۳۷ هيوادونه چې دهغو له جملې نه ٢١ يې افريقايې هيوادونه دي په دغه بحران کې ښکېل او همدا اوس د لوږي، ګرانۍ او د ډوډۍ د نشتوالي پر سر د بلواو او سياسي بې ثباتيوسره مخامخ دي . په ملګرو ملتو کې دغذايي سازمان رئيسه، مېرمن جوزت شيران د وږو د راپاڅېدو په هکله ويلي دي چې موږاوس په نړۍ کې دلوږي نوې څهره وينو، موږ د تاريخ د هرې زمانې نه زياته لوږه په ښارو کې وينو، موږ يې دسر په سترګو وينو چې په مغازو کې خوراکي مواد سته خو خلک يې د رانيولو توان نلري . دغه ټول داسي نه دي چې ګني يوه خبري تېروتنه دي وي، دغه پديده يو ژوندی واقعيت دی چې د سرمايه داري نظام په دغه روان يکړ دوران کې يې بېړنۍ وده درلودلې او يوه پوره حساب سوې لاره يې وهلې ده . د ګارډين ورځپاڼي د جهاني بانک د قوله ليکي چې د خوراکې موادو نرخ ددرو کالو په اوږدو کې په سلو کې تر اتيا زيات جګ سوی دی . د ګرانۍ دغه لړۍ لا زياتره هغه مواد م تأثره کړي دي چې دغريبو او د ټولني د پراخو زحمتکښو پرګنو خواړه دي . مثلاً د وريجو بيه د تېر کال څخه بيا ت� �اوسه پوري دوه چنده زياته سوې او غنم په سلو کې ١۳۰ لوړ سوي دي . مخکې کارپوهانو په جدي توګه په دې هکله د خطر ږغ را پورته کړی وو او ويلي يې وه چې د ارزانۍ وخت نور تيرسوی دی ، ګراني را روانه او هغه به لږ تر لږه تر يوې لسيزي پوري ثابته پاتې سي . خو دغه شاني اخطارو ته پاملرنه نه کېدل او د هغه پر سر به د نړۍ لويو انح صاري رسنيوسرپوښ ايښاوه . مسلماً په پورتنيو هيوادو کې که دغه اعتراضونه په سوله ائزه توګه تر سره سوي وای نو د اخبارو په لومړيو مخو او دخبروپه سرخط کې نه راتلل ،واکمنوبه د غله دانو او غذايي موادو د ګرانۍ بحران ته د يوه عادي ګزارش په توګه په يو کنج کې ځای ورکاوه . خو اوس چې خبره غړکه سوېده .، نړۍ وال بانک او دپيسو نړۍ وال صندوق چې د نړۍ دوه قدرتمنده اقتصادي نهادونه دي ناچاره سوه په خپله کلنۍ ګډه غو نډه کې چې تيره مياشت (اپريل) په واشنګټن کې جوړه سوه، وضعه خورا جدي وښئي او د عواقبو په هکله يې اخطار ورکړي . هغوی اندېښمن دي ! چې د خوراکي موادو دبيي لوړتيا به د سلګونو زرو انسانانو د مرګ په بيه تمام سي .همدا اوس په نړۍ کې ات نيم سوه ميليونه انسانان د مطلقي لوږي سره م خامخ دي او هره ورځ په سلهاوو تنه مري . اقتصادي سازمانونه اټکل کوی چې دغه تازه بحران به سل مي� �يونه نور انسانان د فقر و کندي ته ور شوه کړي . نړۍ وال بانک په عاجله توګه و اړو هيوادو ته د پنځه سوه ميليونو ډالرو دراټولېدو غوښتنه کړېده . دغه بانک اوس غواړي په دې پيسو داسي يو مشکل حل کړي چې پخپله يې رامينځته کړی دی . که څه هم دمرستو دغه شاني غوښتنه په دغه شاني يو بحراني حالت کې به ښايي يو اهم کار وي ،خو دا په اوبوکې پر لوټه باندي د تېرېدو په معنی ده ،دستونزي اوږد مهاله او اساسي چاره نسي کولای . دبلي خوا داشاني ظاهري غوښتني په کراتو دملګرو ملتو د سازمان او د دولتو د رئيسانولخواتر سره سوي دي خو هيچا پر خپلو وعدو عمل نه دی کړی. په نړۍ کې اوس اوس داقتصادي مرستو سياست رنګ بدل کړی دی . دکريسټين نومي يوې انګليسي مرستندويه سازمان په خپل وروستي ګزارش کې ويلي دي ، هغه اقتصادي بودجې چې ترټو� �و لويه برخه يې بايد د فقر سره د مبارزې او د فقيرو هيوادو سره د بېوزلۍ د مينځه وړلو په لاره کې مصرف سوې وای، نو په ځينو هيوادو کې دهغې يوه يا ټوله برخه د ټروريزم سره د مبارزې دپاره وقف سوېده . ددې خبري مانا داده چې ددې وروسته به د مخکني پلان سره سم و دې هيوادو ته به داسي م� �ستي چې د عامو خلکو دائيمي پرده په وسي ورنکول سي . دبلي خوا هغه خطر چې د سپټامبر د يولسمي نه را وروسته د پرمختللو ټولنو ثبات يې د تهديد سره مخامخ کړی وو، اوس هغه خطر په داسي يوه ساړه باد باندي اوښتی دی چې ددې خاوريني کُرې بېوزله ولسونه او ټولني ديوه سره لړزوي . مرستندويه هيوادونه اوس د غريبو هيوادو د لومړنيو اړتياو په تهيه کولوکې پاتي ندي راغلي بلکه سمدم پر هغه باندي تله تيروي او د ا� �تصادي مرستو په عوض کې خپله ټوله سرمايه د خپلو ګټو د ساتلو او د هغه د ډيرولو دپاره په کار اچوي . ددې بحران ځيني علتونه د خوراکي موادو کمبوداو د هغوی د نرخ لوړتيا بېلابېل اړخونه او علتونه لري چې په ظاهره يو دبل سره ورته والی نلري ، خو په بطن کې ټوله په ځينځري ډول يو په بل کې سره پېيلي دي . د نړۍ وال بانک د رئيس او د پيسو په نړۍ وال صندوق کې د نوموړي همکاران داسي فکر نه کوي چې دغه بح� �ان دي ګني د اوسني سيسټم زېږنده وي . ددې ښاغلو په ګمان داشاني بحرانونه ځکه مينځته راځي چې لاتراوسه هرڅه په نړۍ وال آزاد بازار کې د دوی په خوښه پرمخ نه ځي . په همدې خاطر نارې وهي چې نوښتګرانه او ابتکاري ګام ونه بايد واخيستل سي ترڅو خطا کاري ونسي . د دوی له نظره که پر غذايي موادو دولتي کمکونه تر سره سي يا که پر صادراتو ګمرکي ماليات لږشاني زيات سي او يا که نرخونه ددولت لخوا وټاکل سي ، نو دا يوه لويه خطا کاري ګڼل کيږي . په واقعيت کې داټول دداسي يوه نظامه څخه سر راباسي چې د ډيموکراسۍ په نامه وطنونه لاندي کوي،دولتونه يې را چپه کوي ،زېرمي يې ځني وړي ،خو و وږو ته يې خواړه نسي برابرو� �ای، د هغوی نسونه نسي مړولای ، هغوی ته کار نسي پيداکولای خو کله چې خبره د ترقۍ، او پرمختيا راسي نو بيا دپرډاګ پاتې هيوادو په استازيتوب داسي ارقام وړاندي کوي چې څوک هېښ ورته پاتې کيږي . دغه نظام په خپلو معاملو او دلاليو کې واقعاً جادو کوي او ان کولای سي جګړې، بغاوتونه ،مرضونه، سيلابونه، زلزلې، وچکالۍ... او اوس ترهر څه نه زيات لوږه او قحطي دځان دپاره په طلايي سکو باندي واړوي او هغه بيا دخپلوس� �مايه دارانو و بانکي حسابو ته ور شوه کړي . په دې کرغېړن او بدنامه نظام کې اقتصاد د قدرت پر � �اعدې اود سود پر منطق ولاړدی او و بل هيڅ انساني او اخلاقي نورم ته د مکلفيت احساس نکوي . کله چې امريکا او اروپا فکر وکړي بايد خپله وابستګي د تيلو پر توليد کوونکو هيوادو باندي کمه کړي نو د غير فسيلي دانو د کښت څخه چې د تيلو پرځای د سوخت د موادو په شکل کارېدای سي، ملاتړکوي . هغوی په دې کې ری نه وهي چې دا کاربه عملاً و انسانانو ته د غذا دلومړنيو موادو پر توليداتو باندي ناوړه اثر وکړي او هغه به کم کړي، او کله چې مواد کم او تقا ضا ډېره وي نوکمبود خو خودبخوده د نرخود لوړېدو باعث ګرځي . همدا وجه ده چې د رقابت په بازار کې يعني په هغه ځای کې چې نرخونه پخپل سر ټاکل کيږي، نو هرڅوک دا کوښښ کوي چې هغه مدام د خپلي خوښي پر مرام سره لوړ ولاړسي ترڅو ګټه يې ډيره سي . په اوسني سيسټم کې د آزاد تجارت معنی بس ده همدا . دبلي خوا د امريکا دلويي غوښتني او اشغالګرانه نړی وال سياست په نتيجه کې د مينځني ختيځ لګي درګي او بې ثباتۍ زور اخيستی دی . دعراق او افغانستان د جګړو پای لا ندی معلوم او په سراب پسې ځغاسته ده،دې وضعي دغه هيوادونه او ټوله نفت خېزه سيمه او نړۍ ديوه لوی بحران سره مخامخ کړېده . په نتيجه کې و نفتي موادو ته د لويو هيوادونو زياته تقاضا ددې مادې نرخ د کنټروله ايستلی او ورځ تر ب� �ي و اسمان ته خېژي . دې وضعي دموادو په انتقالاتي بهير کې هم جدي بدلونونه او خنډونه راوستي دي ، د امريکايي ډالر نرخ را ټيټ سوې او په راکړه ورکړه يې څوک زړه نه ښه کوي ... دغه څه ددې بحران ځيني آني علتونه ګڼل کېدای سي چې خود بخوده په نړۍ کې د نورو بحرانو زېږنده دي . د پرانيستي اقتصاد چلند چې د آزاد بازار پرقوانينو ولاړ دی نو نن يې و سود خورانو اوچپاو� �ګرانوته لانوره هم موقع ورکړېده چې د هغوی په ګټه کار وکړي . د مالي سرمايې راکړه ورکړه، يعني د سود خورانو او چپاولګرانو لخوا دسرمايې څخه د عاجلي ګټي او سود لاسته راوړنه ،احتکار د نفتو، طلا ، غنمواو وريجو بازار په ډېر بېرحمۍ سره متأثره کوي . په واقعيت کې دا د خوراکي موادو دﻻﻻن، سود خوران ، � �وی سوداګران، نړۍ وال محتکيرين او دبورس او بازار بازيګران دی چې وچه ګټه يې په پام کې نيولې اوپر هيڅ شي سرپه نکوي .هغوی په دغه بازيو کې او هغه بې ثباتي او پخپل سري چې له همدې کبله په نړۍ وال بازار کې را م ينځته سوې ده نو هغوی د خوراکي او غذايي موادو و بورس ته مخ را اړولی دی چې هم بې درکه ګټه لري او هم ناتمامه تقاضاپکښې پرته ده . همدارنګه ،کله چې په امريکا کې د مالي بحران هښمه غټ بانکونه او د «ا� �نون » غوندي لوی شرکتونه ډېوالي کړه نو په نړۍ واله کچه به هر ځای د« تاوانيانو » خبري کېدلې خو هيچا هم به د « ګټونکو » نوم نه اخيست . مګر داسي نده چې په هره بازي کې کله چې « بایلونکي » وي نو په مقابل کې يې « ګټونکي » هم وي . دلته تاوانيان چې د لويو سرمايه دارنو په پرتله کم مايې کوچني سهم لرونکې وه را مخته سوه خو د ګټونکو درک ورک سو ، د هغوی نوم چا وا نه خيست چې دا څوک وه؟ ډير کتونکې په دې خبره سلا دي چې ا صلي ګټونکې خو د وسلو او پوځي مهماتو د جوړولو لويي فابريکې، کارخانې او په نړی وال عرصه کې دهغوی لوی سوداګران ، دﻻﻻن او د جګړو بلونکې دي چې په ټريليونو ډالرو م عامله تا وبالا کوي او اوس هم لګيا دي همداسي يې فعاله وساتي . په دې ورځو کې ټول شاهد دي چې امريکا کله په اسيا يا افريقا يا جنوبي او مرکزي امريکې کې د خپل ګټو او ملي امنيت خبره کوي نو ددې يا هغه هيوادو د ټولنيزي پرمختياوو، پر خپلو پښو باندي د هغوی درېدل، د ولسي پرګنو د فقر له مينځه وړل او دورځنۍ اړتياو په تأمين او د نرخو په جګېدوکې ری نه وهي بلکه د ډېرو موډرنه، وژونکو اومخربو وسلو و تهيه کولو او د هغه د پلورلو و بازار ته مخ را اړوي اوهر ځای يې د پوځي اډو و جوېدو ته زور ورکړی دی . اوس امريکا، اروپا او تر يوه حده پوري جاپان چې د نړۍ د سرمايه دارانو درې ګډ ش� �يکان دي او ديوه اوبل د ګټوڅخه دفاع کوي په يوه ترټولو ناوړه اقتصادي وضعه کې لاس او پښې وهي . پر دې هيوادو باندي يوې هولناکه اقتصادي بحران سايه غوړولې ده . همدغه هيوادونه په تيره پېړۍ کې دوه ځله و هم دغسي حالت ته راوتلي وه او هغه يې ازمويلی دی. په هغه وخت کې و دغسي حالت ته د سرمايه دارۍ په دننه کې عمومي بحران ويل کېدی . دداسي بحران څخه يوازنۍ د وتلو لار د لومړۍ او دوهمي نړۍ واله جګړو د اور بلول وه . البته هغه بحران چې پر ﻻري دی د تيرو بحرانو سره ورته کول به ښايي يو بدبينانه او عجولانه نظر وي . خو، خوشبينه اقتصادي کارپوهان هيله من دي چې د عادي کارو په سمبالولو سره به دا پلا دغه بحران بېله دېنه چې جدي ضرر پېښ کړي، هغه به شاته پاتي سي . اما فکټونه او واقعيتونه بيا بل څه وايي، ددې � �لي په مقابل کې يوه بله ډله نظر ورکوي چې دغه بحران به دونه ژور سي چې ان د روان نړيوال اقتصادي موډ� � و عمر ته به د پای ټکی ورکړي . ډير کتونکې د لوږي دغه ولسي خښم د لوږي د« تسونام ي» په نامه يادوي . د هغوی په باور د اوسني بحران دوام او د نړۍ په پوځي برخه کې دغه اوسنی سرسام آوره لګښت چې د ميليونو انسانانو د خولې د ګولې او دهغوی د ژوند په بيه تر سره کيږي ، په نړۍ واله عرصه کې به لا زياتي نوري لګي درګي او بحرانونه را مينځته کړي چې و يوه ورانونکي طوفان ته به لاره پ� �انيزي ، او دا به د ثروتمنده او د حاله وتلي هيوادونه هم وځپي . هغه وخت به وضعه نه په پنځه سوه م� �يونه ډالرو بلکه په هغه ټريليونو ډالرو هم چې همدا اوس پرپوځي مهماتو باندي لګيږي ، مهار نکړای سي . يادونه : په دغه ليکنه کې د لوموند ډيپلوماټيک، د ګاردين ،د واشنګټن پوسټ ، کرسچن ساينس مانيټور د ورځپاڼو، د بي بي سي او دغه لاندي منابعو څخه کاراخيستل سوی دی .http://www.guardian.co.uk/environment/2008/apr/09/food.unitednation http://www.globalpolicy.org/socecon/trade/subsidies/2002/10stopdumping.pdf ; http://www.counterpunch.org/terrall04172008.html"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اتریش کې د لغمانی شهیدانو د فاتحې اعلان", "output": "بسّــــــــــــــــــــــــــم الله الرحمن الرحــــــــــــــــیم په اتریش کې د لغمان دمظلومو شهیدانو د فاتحې اعلان په اتریش کې ټولو مېشتو افغانانو ته خبر ورکول کېږ ي، چې د لغمان ولایت د علینګار د ولسوالې د ۲۷ کسو اوسېدونکو عمومي فاتح ه چې پدې وروستیو کې د قندهار ولایت د عمومي سرک په اوږدو کې د اسلام او هېواد د دښمنانو له خوا په بی رحمانه او ظالمانه توګه په شهادت رسېدلي ؤو په ویانا کې دګڼ شمېر افغانانو لخوا د یکشنبي ورځ د نومبر د مېاشتې په دوهمه نېټه د المدینې په جومات کې اخیستل کېږي . پته : دالمدینې جومات Weiselgasse 28 Wien,1210 Floridsdorf U6 ټېلفون ـــ 069910567338 انجینر روح الله ظریف"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان مشران د خپلې واکمنۍ په پاى کې هوښيار شي", "output": "افغان مشران د خپلې واکمنۍ په پاى کې هوښيار شي لیکوال: عبدالروف لیوال حسین خیل کله چې د ١٣٥٢ کال د چنګاښ په ٢٦ مه د يوې سپينې کوتاه په ترڅ کې سردار محمد داوود په افغانستان کې جمهوري نظام پلي کړ، نو په هغه وخت کې د سردار محمد داوود د ملي غو� �ځنګ ګوند په کنګره کې تقريباً شپېته سلنه چپيان يا د چپيانو طرفداران شامل و، خپله ډاکټر حسن شرق چې د داوود خان ډېر نږدې او اعتباري شخص و، ځکه چپي ووچې وروسته د ډاکټر نجيب له خوا د صدراعظم په توګه وګومارل شو. د کابينې نور غړي لکه فيض محمد د کورنيو چارو وزير پاچاګل وفادار او نور ډيري يې د بېلګې په توګه يادولي شو هغه وخت کې يو ډېر افراطى حرکت د شوروي په پلوي داو، چې د جمهوري نظام په لومړيو شپو کې د بيسيم مخابرې له امريکايي کمپنيو نه واخستل شوې چې افغانستان کې يې کار کاوه، د بيلګې په توګه د هلمند په کجکي کې د امريکايي ميشتې کمپني نه، بل د محمد خان جلالر د KGB دمهمې سټې نصبول د سوداګري وزير په ح يث و ،هماغه شول، چې شهيد سردار محمد داوود د کې جې بي په لومو کې ښکېل شو، خو کله چې سردار داوود مصر، سعودى او نورو بهرنيو هېوادوته يو ستر او تاريخي سفر وکړ، نو د راستنېدو په مهال يې د هرات په ښار کې يوه تاريخي وينا وکړه، چې دده اوښتون يې د شوروي نه څرګنداوه. او کله چې دده په سياست کې بدلون راغى اوبشپړ خپلواک سياست يې غوره کړ، نو ډېره ناوخته شوې وه، ځکه دده له پرځېدو نه نهه مياشتې وړاندې د چپيانو دواړواړخونو خلق او پرچم سره يو شوي وو، کې جې بي په دولت خصوصاً وسلوالو ځواکونو کې نفوذ کړي و، چې په دې ډول دى يې راوپرځاوو او دغويي اوښتون رامنځ ته شو. ورپسې چې نور محمد تره کي واګۍ په لاس کې واخيستې، وروسته تر يو نيم کال څخه تره کي هم د شوروي د کمونست ګوند او د کې جې بي په خوښه تغيير وکړ، خو دا منفي بدلون و، او په دې هڅه کې شو، چې حفيظ الله امين د واک له ګدۍ لرې او هغه ته يې د سرطان ددانې نوم ورکړ ، خو دا هم ناوخته شوې وه ځکه امين په وسلوال پوځ او ګوند کې دومره نفوذ درلود، چې خپله د تره کي سر يې وخوړ. بيا هم راځو امين ته، امين د خپل سل ورځني حکومت په پاى کې دومره بيړني تغيير وکړ، چې د پاکستان خارجه وزير آغا شاهي يې � �اوغوښت، اړيکې يې د پولې هغه خوا سره په رغېدو شوې، خو دا هم ډېره ناوخته وه، ځکه په ده هم د شوروي کمونست ګوند او کي جي بي ډېر بې باوره او حتى د حفيظ الامريکا خطاب ورته وشو، هماغه و، چې د تاج بېګ په ماڼي کې د شورويانو په ګو� �يو سورى ، سورى شو. يواځني کس چې په خپله غلامي او ګوډاگيتوب کې ډېر مضبوط پاتې شو، هغه ببرک کا� �مل و، چې ده تر پايه بدلون ونه موند، حتى د ډاکټر نجيب الله د ملي پخلاينې د کړن لارې په ضديت کې يې هر ه بې غيرتي ومنله . بيا هم د ډاکټر نجيب درې کلنې خپلواکې واکمنۍ آخر کال ته راځو، په دې کال کې ډاکټر نجيب د ملي پخلاينې په خاطر دومره بدلون وکړ، چې د پرچم ډله، د خلقيانو د تڼي د کودتاچيانو ډلې يې ټول دښمنان شول. دوستم او جنرال بابه جان ترې واوښتل ،کنځلې يې ورته وکړې او شهيد ډاکټر نجيب الله يې په ډګر کې يواځې پرېښود. په آخرو ورځو کې چې ښاغلي تاج محمد د مزار شريف د امنيت رييس، ښاغلي جمعه خان اڅک د � �مال زون مسوول او د نجيب الله مرستيال جنرال رفيع د دښمنانو له چلوټو خبر شول نو جنرال رفيع يې په خپل استازيتوب د چورلکو په واسطه لوګر ته واستاوه چې د لويې پکتيا ملاتړ لاس ته راوړي خو نور وخت ورنه تللي و او � �ېره ناوخته شوې وه. کله چې د رباني حکومت د حکمتيار په ضديت کې بدلون وموند او دطالبانو استازو ته يې د فرشتې نجات لقب ورکاوه او کندهار ته يې خپل استازې ورولېږل دا وخت هم اوبه له ورخه تېرې شوې وې او څه ګټه يې نه درلوده. راځو د طالبانو بې ځايه اوښتون ته، هغه وخت چې طالبانوکې دامريکې سره د ضديت نښې راټوکېدې (سره له دې چې دوى دامريکې او د انګلستان زېږ نده وو) نو دوى هم د روسيې پلوته ميلان پيدا کړ او هغه ستره الوتکه يې چې په کندهار کې يرغمل نيولې و ددې اوښتون په پايله کې خوشې کړه، او ددې لپاره چې نور خلک په دې اوښتون پوه نشي او خپل باداران( پاکستان او انګليس) پرې غوسه نه شي، نو دليل يې راوړ، چې زموږ د جت الوتکې ټېرونه پنچر شوي و او دا الوتکه مو بېرته راښکته نه کړاى شوه او په تيښته بريالۍ شوه . اوس به راشو ډېر په زړه پورې اوښتون ته چې ولسمشر کرزي کړي. ښاغلي ولسمشر په ١٨٠ درجو بدلون مخ روسيې خوا ته کړ، هغه پښتو متل دي، چې(اوبو اخستي، ځک ته هم لاس اچوي) چې د کرزي دې حالت سره سمون خوري ښاغ� �ي کرزي له نورو الوتکې غواړي، په زړې پورې خبر ه خو داده که دا الوتکې راهم شي، په کومه فضاء او آسمان کې به الوت کوي؟ ولسمشر دې په ياد راوړي ، چې د کام اير الوتکه ولې د څپري په غره کې ولوېده، د هوا د خرابوا� �ي له امله حتى دې الوتکې سره بهرنيو ځواکونو د گدن په اندازه مرسته ونکړه څوځلې پيلوټ له بهرنيو ځواکو نونه غوښتي ووچې په بګرام کې دکښيناستو اجازه ورکړي خو اجازه ورنکړل شوه هماغه وو چې الوتکه وغورځېده او مړي يې د لېوانو خوراک شول. بل به راشودې ته چې ښاغلي ولسمشر څومره واک لري؟ دي خو د بهرنيو د جاسوسانو ، دمخدره موادو قاچاقچيانو د نومونو درسوا کولو توان نه لري، آن تردې چې د يوه مُجرم جګړه مار د نيولو ځواک ده سر نشته، دا چې بهرني ځواکونو زموږ په سلهاو خلک په هوايي بمباريو کې له منځه وړي ، هغه خو پر ځاى پريږده. همدا اوس دافغانستان ځمکه و آسمان د پرديو تر ولکې لاندې دى ، همدا اوس امريکا غواړي ، چې د همدې ځمکې او فضا نه په ګټې اخستو سره د لغمان – نورستان قراقُرم تر چترال ګلکت او دپامير پورې لارې قير او په دې وسيله د افغانستان د پامير ښکر چې له چين او پاکستان سره سرحد لري، د شانګ هاى دپيمان او منځني آسيا د هيوادونو د ځپلو لپاره چمتو کړي او هغه افغانان چې همدا اوس له دې لارې نه جهادته دچمتووالي لپاره د چين سنکيانګ ايالت( چيني ترکستان) ته په کډه دي، مخه يې ونيسي. همدا اوس دې مجاهدينواو طالبانو سره ډېره نوې چينايي وسله په لاس کې ده ، چې څو چنده د افغانستان داردو په پرتله ځواکمنه او نوې ده. ښاغلي و� �سمشر په دې اوس پوه شوي چې امريکا نه غواړي چې افغانستان هوايي پوځ ولري او هم نه غواړي چې افغان اردو له ٤٠٠ مت� �ه لري واټن وولي. په اقتصادي برخه کې هم ولسمشر ډېر لږ واک لري حتى د بهرنيو مرستې پرته له دې چې دى خبر شي ، په سلو کې اتيا د اقتصادي مافيا په لاس کې پريوځي . هغوى مزې چړچې پرې کوي او خلکو ته يې يواځې شل په سلو کې رسيږي، خو پخوا په اقتصادي برخه کې بهرنۍ مرستې که څه هم ډېرې کمې وې ، د کوپون اوکوپراتيفونو له لارې بېوزلو خلکو ته رسېدې، لکه اوړه ، غوړي، بوره، چاى، صابون، تکه، ګيلاس، کلوشې او ان تر دې چې د يوم لاستي خو په کوپون کې راغلل. ښاغلى ولسمشره! که ته اوس د خپل دواک په ګدۍ پاتې کېدو باندې ټينګار وکړې، له يوې خوا به دې د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کړي وي او له بلې خوا به جاه طلب وګڼل شې. تا بايد شپږ مياشتې مخکې د بهرنيو ځواکونو په عامو خلکو د بمبارۍ له وجهې استعفى ورکړې واى، ترڅو هغو کسانوته چې تاسو ته يې رايه درکړې وه، يو څه عزت پاتې واى، دلته په دې هېواد کې بهرنى ځواک خپلو ګټو ته وفادار دى، اوس ثابته شوه، چې ترهګرۍ سره مبارزه يوه تشه پلمه وه. دوى غواړي چې د اوبو په خړولو سره دا پلمه نوره هم قوي او ځواکمنه کړي. عبدالرووف ليوال حسين خيل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل ګل محمد مسرورصافی دتوروزلفودکمڅو نه غزلباغي شو� �اړدلوپټو نه غزلدمرګ دکورځینې دژوند په لارهراغی دژوندکورته دمړو نه غزل ډیر په خوارۍ دزړګي وینو سرهرڼاته مونږ کړوله تیارو نه غزلچادبنګړو میو سرور نه کړو جوړچادمزدور دهقان خولونه غزلچاادب خ� �څودډیګرودمقامویست پښتوکې دپښتونه غزلپلار دغزل چې واوریدو شو حیراندهشنغردلیونونه غزلمسروره خوند کوي دژوند په ژبهدسورسپرلي دشازلمونه غزل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له ښاغلي نعيم افغان سره دنظراباد دعلمي او كلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام", "output": "كل نفس ذائقة الموت په ډېرې خواشينۍ خبرشوچې دځوان ،هڅاند ،تكړه ليكوال او شاعر او په هرات كې دپښتودوتلي خادم ښاغلي نعيم افغان موربي بي په حق رسېدلې ده . انالله وانا اليه راجعون مرګ خوحق دى اوهرژوندى موجود به يې يوځل هرومرو خوندڅكي خو درمضان المبارك له فيوضاتواو رحمتونوپه ډكه مياشت كې چې دجنتونودروازې پكې پرانستې اوددوزخ بندې وي او په ځانګړي توګه دروژې په دوهمه لسيزه كې چې دمغفرت لسيزه ده خپل خالق ته روح سپارل، انسان دالله ج لخوا بخښنې ته ډېره هيلمن كوي ، موږدعاكوو چې الله ج دې دا مرحومه ددې پرانستو دروازو له لارې بې سوال او ځوابه فردوس جنت ته ورولي او هرډول خطادې ورته وبخښي . امين نظراباد علمي او كلتوري ټولنه خپل ځان له ښاغلي نعيم افغان سره پدې ويركې ګډ بولي او ده او دده ټولې درنې كورنۍ ته دالله ج له لوى دربار څخه دصبر او زغم دعاكوي. محمد حسن حقيار دنظراباد علمي او كلتوري ټولنې مشر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لندن د چاوادنو طراح په ويډيوي ټيپ کي را څرګند شو", "output": "دا ټيپ چي د پنجشنبي په ورځ د الجزيري له عربي ژبي ټلويزيوني چينل څخه خپور شو ښيي چي شهزاد تنوير نومي د لندن د چاودنو پلانونکې په عربي دستمال سر تړلي او له بهرنيو ځواکو غواړي چي له عراق او افغانستان څخه ووزي که نه نو د دوي بريدونه به د هغوي په اهدافو د دنيا په هر برخه کي زور واخلي . د لندن د تير کال په چاودنو کي چي د مځکي لاندي د اورګاډو په سيستم کي تر سره شوي ٥٤ تنه وژل شوي وو. له چاودنو سره سم د القاعدي � �لي د دي عمل پړا پر ځان ومنله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ژوري خبري", "output": "var MSIE=navigator.userAgent.indexOf(MSIE); var NETS=navigator.userAgent.indexOf(Netscape); var OPER=navigator.userAgent.indexOf(Opera); var agt=navigator.userAgent.toLowerCase(); var mac = (agt.indexOf(mac)!=-1); if((MSIE>-1) || (OPER>-1)) { if(mac) { document.write(); } else { document.write(); } } if (navigator.appName==Netscape && parseFloat(navigator.appVersion) >= 4.7) { document.write(); } else { document.write(); } په دوه سوه پنځوسو مخونو کي پر اخباري کاغذ ليکلي سوي دي ، سريزه يې ښاغلي زلمي هيواد مل ليکلي ده ، او د ليکوال پېژندنه يي تر سريزي وروسته راغلې ده ، ډيري زړه راکښونکي ژوري او له پنده ډکي خبري لري . د کتاب نوم : ژوري خبري ليکوال : ميرزاعلم حميدي لومړی چاپ : ١٣٧٥ ل پرندوی : دانش کتاب پلورنځی دوهم چاپ : ١٣٨٣ _ ٢٠٠٣ د خوشال فرهنګي ټولنه شمېر : ١٠٠٠ ټوکه دا کتاب په کندهار کي د نارنج کتاب خپرولو موسسې ، کوئټه کي د صحاف کتاب خپرولو موسسې او پېښور کي دانش کتاب پلورنځۍ له خوا تر لاسه کولای شئ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل ښار کې چاودنه وشوه", "output": "د عينى شاهدانو په وينا چاودنه نن سهار ٨ بجې شاو خوا د کابل ښار په څلورمه ناحيه د کلوله پشته سيمه کې ګرين هوټل ته نږدې رامينځ ته شوې ده ، چې موخه يې د افغان پوليسو موټر وو. د کابل د امنيه قومندانى د جنايى جرمونو د څانګې مشر علي شاه پکتياوال له بينوا سره وويل چې چاودنه کې لس تنه پوليس او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .ده وويل چې دا ريموټ کنټرول بمى چاودنه وه،چې موخه يې د پوليسو د عملې موټر وو.عينى شاهدان وايى چې چاودنه يو باسيکل کې رامينځ ته شوې ده .يو طالب وياند ډاکترحنيف د نننې بريد پړه منلې او ادعا يې وکړه ،چې ١٤ تنه دولتى پوليس په کې وژل شوي دي .له دغه بريد څو شيبې وروسته د کابل ښار په غ� �بي سيمه کې يو توغندى پريوتى ، چې له امله يې د چارواکو په وينا چا ته زيان نه دى رسيدلى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوس نه یم", "output": "اوس نه یم سید امین ارماني د یاغي مرغه وزر وم خو اوس نه یم د زیړي مازدیګر لمر وم خو اوس نه یم چې یاران به مي لیدل ور باندي خوښ وم د هغو یارانو سر وم خو اوس نه یم د یاداګر د محبت در سره واخله زه د میني یو تاجر وم خو اوس نه یم د میرویس جلالزي کمپوز"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نامالومو وسله والو کسانو شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله", "output": "تېره شپه د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د مقبلو په سيمه کې نامالومو وسله والو کسانو په يوه کور حمله کړې ، چې له امله يې ددې کور يو نارينه اويوه ښځه وژلي او د يوه ماشوم او يوې ښځې په ګډون يې څلور تنه نور زخميان کړي دي . د خوست ولايت د امنيې قوماندان عبدالقويم باقي زوى د پېښې تاييد کړى او زياته کړې يې ده ، چې د پېښې په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي .د يادولو ده ، چې د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له سندرغږونکو سره ولي..؟( د ابراهیمي لیکنه)", "output": "پوليس په روژه کې پر سندرو غږوونکو ولې � �انون نه پلي کوي؟د حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه دوږي ٢٧مه Ibrahimi_w@yahoo.com پوره درې ورځې روژې مبارکې مياشتې ته پاتې وې، چې د کابل د ديني علماو شورا ، د ارشادحج او اوقافو وزارت او دکلتور وزارت لخوا يو لړ اعلاميې خپرې شوې چې پکې له کېسټ پلورونکيو راډيوګانو، ټلويزيونونو ، د هوټولو له مالکانو او ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه شوې وه چې دروژې په مبارکه مياشت کې دې د اوازونو او سندرو په لګولو او اورېدوڅخه ډډه وکړي .ددغه اعلاميو په پاى کې له پوليسو هم غوښتنه شوې وه چې په لوړآواز دسندرو له غږولو څخه دې مخنيوى وکړي اوسرغړونکيوته دې دقانون سره سم سزا ورکړي . دې اعلاميو څخه په خبرېدو ډېر خوښ شوم دا خو ډېره ښه خبره ده چې دسندرو مخنيوى په دې مبارکه مياشت کې وشي خو روژه راورسېدله او زه هم هره ورځ دښار په يو او بل واټ باندې به چې کله تېرېدلم اودکېسټ فروشانو حالت به مې ليده اوياهم د ټ� �ويزيونو اوراډيوګانو څخه به مې چې دسندرو اواز اوريده نو يادې شوې اعلاميې به راترسترګو شوې. له ځان سره مې فکر وکړ چې ددې ا علاميو خپرولو څه ګټه وکړه ، چا پرې غوږ هم ونه ګرولو او نه يې څوک عملي کوي . لنډه داچې دکلتور وزارت هغه چارواکي چې پيژندګلوي مې ورسره لرله هغوي ته مې وويل چې ددې اعلاميو پايله څه شوه ؟ هغوي راته وويل چې زموږ مسوليت همدمره وو، چې دراډيو ګانو اوټلويزيونوله لارې مو اعلاميه خپره کړه اوله پوليسو مو وغوښتل چې ددې مخنيوي وکړي داچې څوک عمل نه پرې کوي دا د هغوى مسوليت دى .بله ورځ لاړم امنيه قوماندانۍ ته هلته مې له يولوړپوړي جنرال سره مرکه لرله ديوې امنيتي موضوع په اړه هغه ته مې وويل چې جنرال صيب دروژې په مياشت خو ددې بدلو(سندرو)دخپرېدو دمخنيوي لپاره تاسو چې دکابل دامنيه قوماندانۍ کې سترمسوليت پراوږو پروت دى په دې اړه مو څه کړي دي ؟هغه راته وويل چې موږ ته خوپه رسمي توګه کوم رسمي ليک (مکتوب ) نه دى راغلى اوکه راشي نو هرومرو به يې تطبيق کړواوسرغړونکي به دقانون منګلوته وسپارو .دامنيه قوماندانۍ دغه چارواکي داهم وويل چې دبازار دکېست فروشانو مخه خوبه دوي ونيسي خو ټلويزيونونو اوراډيوګان مخه به څوک نيسي ، ما ورته ويل چې داټول ددولت د همدې اړوندو ارګانونو لکه دکلتور وزارت ،درسنيوڅخه دڅاردکمسيون اوپوليسو دندې دي داچې تراوسه نه دي پلي � �وي داډيره مهمه ده . د همدې جنرال په دفتر کې يو ناست ځوان راته وويل چې کېسټ فروشان اوهوټلونو مخه که پوليس ونيسي نوخلک به دغه سندرې او دښځينه وو داواز غږونه د راډيو ګانې اوټلويزيونونو له لارې اوري .را� �يو ګانې اوټلويزيونونه دپخواپه څېر هماغه شان تفريحي پروګرامونه دخوښو کړيو سندرو پروګرام اوداسي نورپروګ� �امونه چې موسيقي په کې خپره وي په نورمال شکل جريان لري .ددې جنرال ددفتر نه راووتلم اودپوهنتون په لور په يوه ټيکسي موټر کې کښيناستم چې کله يې دپوهنتون په لور حرکت وکړنوراډيو يې چا لانه کړله چې دنغمې سندره په کې غږول کېده ، دې موټر چلوونکي ته مې وويل چې وروره روژه ده که داسندره بنده کړي هغه راته وويل (( بيدر مه دچه غم هستم وتودرچه )) اوداسې بد بد يې راته وکتل چې تاويل اوس دې خوري.ماورته په ډېر ورين تندي وخندل او ورته مې ووي� � چې استاده خفه کېږه مه الله پاک به ټول مشکلات حل کړي مه ورخطاکيږي خو روژه کې د سندرې غږول خومناسب نه دي خيردي په دې دري ياڅلورکليلوميټر ه لارکې صبر وکړه چې موږ ښکته شو درنه بيا ته پوه شه او خپلې سندرې .ده � �اته ويل چې زه خپله ورځ په همدې تېروم اوغمونو اوقرضداريو غمژن کړى يم څه وکړم چورتونو مې ويښتان سپين کړل بله لار نه لرم . نورمې له ځان سره فکر وکړ چې دکابل په ښار کې ددې دمخنيوي چارواکي خو يې په يوه اوبل س� �ه اچوي اوپه رسمي اوغير رسمي توګه ديو اوبل دخبرېدو بهانې کوي . لاړم دده افغانانو سيمې چيرته چې دلاسي کراچيو په سر ګرځنده کېسټ فروشان دښارترنورو سيمو ډير دى .دلته مې يوه کېسټ فروش ته وويل چې لوډسپيکر دې په لوړ اوازلګولى دى ، روژه ده دا کېسټ په دومره لوړ آواز مه غږه وه ! ده راته وويل ((اوبيادرمن درغم يک لقم ه نان هستم تو شکمت سېر است برو بابا ماره بان به کار خو د )) ، ددې کيسټ فروش ترڅنګ يوکس چې سپينه ږيره يې لرله هغه راته کتل اوراته يې ويل چې ته څه کاره يې ؟ما ورته ويل چې زه هېڅ کاره نه ديومسلمان په صفت مې له دغه ځوان نه غوښتنه وکړه چې په لوړ اوازسره دساز اوسندرو کسټې مه غږه وه .ده راته ويل چې کاشکې يوڅوک واي چې ددې مخنيوي يې کړي واي راته يې وويل چې ددوي غوږونه يې وخوړل سهار ترماښامه ددې پرځاي چې دوي په روژه کې يوبل څه واوري ت� �څنګ يې کسټ فروشي دي اوحيران يم چې څه ورسره وکړم . دادى روژه له نيمايي تېره شوه خو لاتراوسه پوليسو ددغه منکراتو دمخنيوي لپاره څه نه دي کړي اودوي په دې تمه ناست دي چې په رسمي توګه به ورته څوک مکتوب استوي . بل آخره دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو ريس جنرال عليشاه پکتياوال ته ورغلم دا هغه کس دي چې نيږدې هره ورځ په کابل کې دژورنالستانو دخبر جوړولو يوه ترټولومهمه سرچينه ګرځيدلې.نوموړي ته مې وويل چې جنرال صاحب هرکال به دې په روژه کې دسندروغږوونکيو په وړاندې عمليات پيل کول ولي دې سږ کال عمليات ونه کړل .؟ده راته وويل چې دوي دښار ټولو کسټ پلورونکو اوموټر چلونکو ته خبر دارى ورکړى چې که په روژه کې په � �وړ اواز سندرې وغږوي نو قانوي چلند به ورسره وشي . نور زه هم ستړى شو او لاړم دمسلمانانو دستر لارښود رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک احاديثوته چې د روژې د عظمت او برکت په اړه يې فرمايلي : کله چې د روژې لومړۍ شپه راځي نو شياطين او سرکښه پيريان تړل کيږي او د دوزخ ټولې دروازې تړل کيږي، يوه دروازه يې هم خلاصه نه پاتې کيږي، د جنت ټولې دروازې پرانيستل کيږي او يوه يې هم تړلې نه پاتې کيږي او د الله تعالۍ منادي آواز کوي چې ای د خير غوښتونکيه بيړه وکړه! او ای د شر غوښتونکيه ودريږه! او دا آواز د رمضان په هره شپه کې تکراريږي.( ترمذی، ابن ماجه)فکر مې وکړ چې ته دې خلکوته وګوره په نوم روژه نيسې او يوازې خولې يې تړلې ولي د پيغمبر عليه سلام دهغه امر څخه سرغړونه کوي .دروژې دا حقيقي مقصد هغه وخت تر لاسه کيدلای شي چې روژه په پوره احساس او شعور سره ونيول شی او له ټولو هغو مکروهاتواومنکراتو ځان وساتل شي چې روژه بې روحه کوي، حقيقي روژه هماغه ده چې بنده پکې خپل جسم، روح ، زړه او حواس د الله تعالي له نافرمانۍ څخه وساتي او د نفس هره بده غوښتنه تر پښو لاندې کړي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې روژه نيسی نو لازمه ده چې خپل غوږونه، ژبه، لاس او نور ټول غړي الله تعالی ته د ناخوښو اعمالو څخه وساتی. ( کشف المحجوب) بل ځای فرمايي: څوک چې د روژې نيولو سره سره له دروغ ويلو او پر دروغو عمل کولو څخه بند نشو، نو الله تعالی د هغه وږي تږي اوسيدلو ته هيڅ احتياج نلري.الله پاک زموږ په ګډون دنړۍ ټولو مسلمانانوته ددې توان په نصيب کړي چې حقيقي روژې ونيسي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "٢ امريکايي سرتيري په عراق کې وژل شوي دي .", "output": "د امريکايي فوځ په يوه خپره شوې پاڼه کې راغلي چې دوه تنه سرتيري يې د جمعې په ورځ د فوځي عملياتو په بهير کې د عراق کې په حقلانيه ښار کې وژل شوي دي. د رسني خبريو د رپوټونو له مخې ټول ټال تراوسه ٢٢٢٤ امريکايي سرتيري په عراق کې وژل شوي دي . له بلې خوا عراقي مخالفو وسله والو ډلو د يو جګ پوړي عراقي چارواکي زوى تښتولۍ دى .ويل کيږي تښتول شوى کس د عراق ددفاع وزير له خپلوانو څخه دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تصوف اوعرفان ۵برخه دمرابطی دوهم قسم", "output": "تصوف اوعرفان ۵برخه دمرابطی دوهم قسم علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته بسم الله الرحمن الرحيم محترمو مسلمانانودتصوف اوعرفان په تیره برخه کښی ماتاسی ته دمرابطې داول قسم چی مشارطه ورته ويل کيږی بيان وکړاوس په دې برخه کښی دمرابطې د دوهم قسم چی مراقبه ورته ويل کيږی بيان درته کوم محترمواوليا ء کرام اودطريقت استاذان دمريدانو اودمسلمانانوداصلاح دپاره ودوئ ته له مشارطې څخه وروسته دوهم تعليم دمراقبې کوي ،مراقبه چی په اسانه طريقه زه وتاسی ته دروښيم نوبايد و وايم چی دمشارطې کوم چی دمرابطې اول قسم دۍ اودمراقبې کوم چی دمرابطې دوهم قسم دۍ مثال داسی دۍ لکه يو امير بادشاه اوحکيم چی يوچاته يوه وظيفه ورسپاري نوورته و وايی چی ګوره دغه وظيفه به پدغه طريقه ترسره کوې اوله دغې طريقې څخه به مخالفت نه کوې دادمشارطې مثال دۍ کومه چی ودېته ويله کيږي چی مسلمان دسهار له لمانځه څخه وروسته يوڅه وخت تنهاکښينی اوخپل ځان او وخپلی خولې ته اودبدن وټولو انداموته داو وايی چی اۍ ځما ځانه اۍ ځما دبدن اعضاووداچی نن زه سهار بياژوندۍ راکښينستم داپرماباندی دالله پاک لوی فضل وسو چی ځماژوند ئی رادراز کړاود دې موقع ئی راکړه چی داخرت دپاره خواری وکاږم نوبايد پدغه ورځ کښی دخيرکارونه وکړم اودبدو کاروڅخه ځان وساتم اودمراقبې مثال دادۍ چی يوحکيم ويوچاته يو وظيفه ور وسپاری اوهدايت اوتوصيه ورته وکړی وروسته بيا دشالخوا پسی ګوري چی ايا دغه ځما وظيفه دارځما دهدايت مطابق اجرا آ ت کوي اوکې نکوي ځکه که امير دشالخوا پخپلو وظيفه دارانوپسی ګوري نوکه ئی بالفرض وغله ته وظيفه ورسپارلې وي نودهغه غله څخه شريف اوامين سړئ جوړيږي اوکه دشا لخوا فهم اوفکرنه پسی کوي نوله بزرګو وظيفه دارانوڅخه به اخيرغله جوړسی دارنګه کله چی هرانسان هرسهار وخپل ځان اونفس ته دخيرتوصيه وکړي نوله دې څخه وروسته چی بيا په عمل اوکارشروع وکړي نوباید په خپل ځان اودخپل ځان په ټولواعضاوو اوانداموپسی ګوري چی ايا ځما دسهارني نصيحت اودستورمطابق کار روان دۍ اوکه نه دۍ ځکه هرانسان چی وخپل نفس ته متوجه نه وي اودخپل نفس مراقب نه وي اود دې خيال اوسوچ نه وي ورسره چی الله جل جلاله ځما هرڅه وينی اوالله پاک وماته اوځما وهرڅه ته حاضراوناظر دۍ نوبيا د ده نفس طغيان سرکښی اوفسادکوي حاصل دادۍ چی مراقبه له دووشيانوڅخه عبارت ده اول شئ دادۍ چی انسان وخپل ځان ته متوجه وي چی کوم يونالايقه کار ورڅخه و نه سی اويا يولايق کارورڅخه پاته نه سی البته دکسلت اودسستۍ اودغفلت اودبې غورۍپه وجه اودوهم شئ دادۍ چی انسان په هرکارکښی ودېته متوجه وي چی الله جل جلاله ماوينی که زه ښه کار کوم اوکه بد کار کوم الله جل جلاله وماته حاضر اوناظردۍ دقران کريم داياتو اودنبی عليه السلام دحديثواودارنګه د دين دبزرګانو داقوالو له مخی دمسلمان دپاره مراقبه يوسترضروری عمل دۍ ، من ارادالاستقصاء فعليه بالاحيا ء والسلام ومن الله توفيق نوربيا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمهاجرينووزير د مهاجرينو ښارګوټی څخه ليدنه وکړه", "output": "دمهاجرينوچارو و زيرشيرمح مداعتباري په دغه ولايت کې دمهاجرينوښارکوتی څخه ليدنه وکړه نوموړي بينوا ويب پاڼې ته وويل چې دوي ددغه ښارګوټې څخه په همدي موخه ليدنه وکړه چې نوموړي ښارکوټې کې دميشت مهاجروکورنيو دستونزوڅخه ځان خبرکړي ده وويل چې دي به په هغه ستونزه هم ځان خبرکړي اوخلکو سره وويني چې وايي په نوموړي ښارګوټې ځيني نمري مستحقو کسانوته نه دي ورکړل شوي. دخوست ولايت څخه دافغانستان دمهاجرينوچارووزيرپه داسي حال کې ليدنه کوي چې داوخت دخوست ع� �يشروولسوالۍ ته دپاکستان کورمې ايجنسۍ څخه د ٥٠٠په شاوخواکې کډي راعلې دي او وايل کيږي چې دامهال په کورمه ايجنسۍ کې دسونې اوشيعه ډلوترمينخ سخته نښته روانه ده اوپکې لسګونه تنه وژل شوي اوژوبل شوي هم دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په جلال اباد کې چاودنه شوې.", "output": "دسړک غاږې ته دایښودل شوي ماین دچاودنې له امله نن دجلال اباد په بهسودو کې څلور ملکي وگړي ټپیان شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اتمر: امنيتي حالت د پخوا په پرتله خراب شوى", "output": "د هېواد امنيتي حالت د پخوا په پرتله په دې وروستيو اونيو کې ترينګلى شوى دى. د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر ددې ټکې په څرګندولو زياته ګړه، تېره اونۍ په هېواد کې د بريدونو او پېښو ګراف مخ پر زياتېدو وه. د اتمر په وينا: تېره اونۍ د هېواد په دېرشو ولايتونو کې يو سل نهه ديرش جرمي پېښې او دغه راز په شپږ ويشتو ولايتونو کې د يو سل اتلس ځانمرګي بريدونه ترسره شو. د کورنيو چا� �و وزير په وينا په تېره اونۍ کې له ١١٨ بريدونو د هغه تر ټولو خونړۍ د قندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوه او د ٦ تنو ملکي وګړو ژوند يې واخيست. په همدې حال کې اتمر وايي: تېره اونۍ د هېواد د پوليسو فعاليتونه د ٨٦ اورپکو د نيولو لامل شو او په بېلا بېلو ولايتونو کې ١٤٥ جريبه ځمکې د کوکنارو له شته والي پاکې شوې. د کورنيو چارو وزير په داسې حال کې د امنيتي حالت د خرابېدو خبر ورکوي چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته له دوو مياشتو لږ وخت پاتې دى. خو اتمر د نوماندانو شخصي امنيت د ټينګښت لپاره د يو شمېر پوليسو د ګمارلو خبر ورکړى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ښځو د چارو وزارت خپلو کارکونکوسره مرسته کوي", "output": "٣٠ مرغومي ١٣٨٣ کابل: د لوي اختر د رارسيدو په وياړ د افغانستان د ښځو د چارو وزارت خپلو کارکونکو ته نقدي سوغاتونه ورکوي. د نوموړي وزارت وزيري مېرمن مسعوده جلال ويلې دي چې د دغه وزارت هر کارکونکي ته به ١٥٠٠ افغانۍ ورکړل شي. دا لومړنۍ وزارت دي چې د اختر په رارسيدو خپلو کارکونکو ته اضافي پيسې ورکوي. دا په داسي حال کښي ده چې د کابل د بيا جوړونې ولايتې ټيم هم د دغه وزارت ٥٠٠ تنو کارکونکو سره د لومړنيو اړتيا توکو مرسته کړي ده. دماليې د وزارت وياند عزيز شمس ويلې دي چې دغه وزارت په کافي اندازه بودجه نه لري ، تر څود ټولو وزارتونوکارکونکو ته بخششي معاشونه ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مالي چارومرستیال او ژباړن ته کاري موکه", "output": "د مالي چارومرستیال او ژباړن ته کاري م وکه دنده: مالي مرستیال او ژباړن CEAP/PAD – د دندې خاص کود : ۱۰ د دندې ځای: د ولسمشر د پالیسۍ د تحلیل او اقتصادي چارو مشاوریتد ندې ځای: کابلد دندې موده: شپږمیاشتېمعاش: د ملګروملتونو د انکشافي ادارې له ملي معیارونو سره مطابق تاسو کولای شې خپل اسناد د جون میاشتې له ۲۵ مې د جولاۍ میا� �تې تر پینځمي نيټې په لاندې پته را ولیږی June 25, 2009July, 05, 2009 بریښنا لیک: gul.pacha@gmail.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له سياستوال سره مرکه", "output": "له سياستوال سره مرکه: مرکه کوونکی: سياستوال صيب د بخښنې په غوښتلو سره غواړم ستاسو لږ وخت ونيسم او څو پوښتنې درنه وکړم. سياستوال: مهرباني وکړئ خو لمړی غواړم پوه شم چې دا مرکه تاسو زما سره د يوه انډيوال او که د يو ژورنالست په توګه کوئ ځکه مونږ ژورنالستانو ته ډېر ځل رښتيا نه وايو؟ مرکه کوونکی: نه نه .... ته سياستوال یی خو زه ژورنالست نه يم ، بس يواځې د يوه انډيوال په ډول درنه څو پوښتنې کوم. سياستوال: ښه، نو زه حاضر يم چې ستا پوښتنو ته رښتيني ځوابونه د� �کړم. مرکه کوونکی: لمړی تر هرڅه غواړم وپوښتم چې سياست څه ته وایی؟ سياستوال: ښايي سياست په بېلابېلو ډولونو تعريف شوی وي خو د عمل په ډګر کې د سياستوال د سياسي، اقتصادي او نورو موخود لاس ته راوړلو � �پاره د عامو وګړو وژلو ته سياست وايي. مرکه کوونکی: ستاسو په اند قانون د څه لپاره چوړېږي؟ سياستوال: قانون وګړو ته د انصاف او هوسا ژوند د برابرولو په موخه جوړېږي خو د بې وزلو او کمزورو وګړو د ځو� �ولو او همدارنګه د چارواکو د اقتصادي ګټو د لاس ته راوړلو او خوندي کولو لپاره ترې ګټه اخيستل کېږي. م� �که کوونکی: سياستوال صيب ، سره لدې چې چارواکي او مخالفين دواړه وايي چې مونږ سوله غواړو، نو بيا په هېواد کې سوله ولې نه راځي؟ سياستوال: سوله هغه وخت راځي چې واکمن سياستوال د مخالفينو ځنې غوښتنې ومني، په واک کې هغوی ته هم يو څه برخه ورکړي او که دا کار وکړي پرته له شک نه هغوي ته تاوان رسېږي، واک ېې کمېږي او اقتصادي ګټو ته ېې تاوان رسېږي. مرکه کوونکی: سياستوال صيب ستاسو په اند سياسي لوبې څه ته وایی؟ سياستوال: سياسي لوبې ډول ډول دي، دا هم يوه سياسي لوبه ده چې ډېر ځل مونږ خپل مخالفين پخپله په مخالفينو وژنو او خپل پلويان ساتو. مرکه کوونکی: که دا خبره لږه روښانه کړئ چې څنګه تاسې خپل مخالفين بېرته په مخالفينو وژنۍ؟ سياستوال: دا خبره روښانه ده. همدا اوس تاسو د جګړې ډګر ته لاړ شئ هلته او په خاص ډول د جګړې په لم ړيو ليکو کې به نزدې يو هم زمونږ پلوي پيدا نه کړې، ټول به زمونږ مخالفين وي، همدارنګه د جګړې مړي او ټپيان وګو� �ئ يو به هم پکې زمونږ پلوي پيدا نه کړئ. دا لدې کبله چې مونږ خپل پلويان په خوندی ځايونو کې په لوړو تنخاګانو ځای په ځای کوو او نورو خلکو ته د ژوند شرايط دومره سختوو چې هغوی پخپله دې ته غاړه کېږدي چې د جګړې لمړيو ليکو ته لاړ شي. بله خبره دا ده چې مونږ د جګړې اور هم ډېرځل د خپلو سيمو څخه لېرې د مخالفينو سيمو ته وړو پدې ډول د جګړې له کبله د هغوی اقتصادي ګټې هم له خنډ سره مخامخ کوو. مرکه کوونکی: ولسواکي څه شی ده؟ سياستوال: په لن� �و ټکو کې ولسواکي دې ته وایی چې سياسي او ټولنيزې ټولې چارې به د ټولنې د ډېره کيو (اکثريت) په خوښه صورت نيسي خو د عمل په ډګر کې ولسواکۍ هم خپله اصلي مانا له لاسه ورکړې. پدې مانا چې د ټولنې نزدې ټولې چارې به د لږه کيو په خوښه صورت نيسي خو ښکاره بڼه به یی داسې وي چې دا د ټولنې د ډېره کيو خوښه ده. مرکه کوونکی: پدې ناوړه چارو کې د � �انوني چال چلند او سزا سره د مخامخ کېدو څخه نه وېرېږئ؟ سياستوال: قانون تل بې وسه او بې وزلو ته سزا و� �کوي او مونږ ځانونه ځواکمن او شتمن ساتو، قانون هېڅکله يو ځواکمن او شتمن ته سزا نشي ورکولی. په ټولنه کې ددې � �ول پېښو بې شمېره ژوندي بېلګې ليدلی شو، همدا اوس زمونږ په ټولنه کې ډېر داسې وګړي شته چې د لکونو انسانانو په وينو ېې لاسونه سره دي، په زرګونو بېګناه تورسرې ېې بې پته کړي، د زرګونو وګړو کورونه ېې وران کړي خو دا چې هغوی ځواکمن او شتمن دي نو قانون ورته په برندو سترګو ګورې او هېڅ ډول سزا نشي ورکولی خو يو بې وزله او بې وسه که په د� �واغو هم په کوم جرم تورن شي نو سمدستي د زندان د تورو تمبو شاته اچول کېږي او کلکه سزا ورکول کېږي. مرکه کوونکی: ستاسو د مالوماتو څخه يوه نړۍ مننه. سياستوال: ستاسو څخه هم مننه. په د� �نښت. & nbsp; د حق دوست ليکنه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ټاکنوکې دښځودعامه پوهاوي ترسرلیک لاندې یو ورځني سیمنارجوړشوو", "output": "په مرکز میدان ښارکې دښځوچارو په ریاست کې دټاکنو دفتر په لګښت او د ولایت دښځو چارو ریاست په نوښت په ټاکنو کې دښځو د عامه پوهاوي او ونډې اخیستنې ترسرلیک لاندې یو ورځني سیمنار جوړ شوو. په جوړه شوې غونډه کې د ۵۰۰ تنو ښځو ب� �سیره دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي،دټاکنو دفترریس نعمت الله حبیب وردګ،دحج اوقافوریس مولوی رحمت الله رحمتي او دعلماؤ شورا ریس عزیزالرحمن صدیقي او یوشمېر دولتي ادارو مسولینو ګډون کړې وو، غونډې ته په ویناکې والي وویل ښځې نه یوازې داچې نړۍ زنکوي او جنت د دوۍ ترپښولاندې دی بلکې ښځې دصبر،فداکارۍ ،سرښندنې،� �اډګیرنې،هڅونې،زغم او په سیاسي او ټولنیز دګرکې ددې ټولومخکښانې دي،ښځې ته چې داسلام مبارګ دین کوم حیثیت ورکړې دی باید ترې ګټه واخلي او ددې لپاره زمینه برابرول دحکومت دنده ده او انشاء الله موږ به خپله پوره پوره هڅه کوو، ورپسې دحج اوقافوریس او علماؤ شورا ریس هم په ټاکنو کې دښځوپه ونډې اخیستنې ټینګار وکړو او دایې اس� �امي او ملي مسولیت وګڼلوو او زیاته یې کړه چې دمیدان وردګ علماء به د ښځوپه اسلامي او ملي حقونو په ورکولو کې دهغه چاسره مبارزه کوي چې ددغې پروړاندې خنډ کیږي، ورپسې دټاکنو دفتر ریس حبیب وردګ په ټاکنو کې خپل چمتوالي وښود او ډاډ یې ورکړو چې دلسونو په بې سارو مرستوموږ د شفافو ټاکنو لپاره په ټول ولایت کې چمتوالی نیولې دی، په اخرکې دښځو چارو ریسې میرمن مهاب جعفری په راروانو ټاکنوکې ښځې رایې ورکونې ته وهڅلې او زیاته یې کړه تاسوپه ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره برخه واخلي او هم خپل میړونه،اولادونه او ورونه دغه ملي پروسې ته وهڅوۍ ترڅو خپل رات� �ونکی په خپله وټاکي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست كې زوروره چاودنه وشوه", "output": "عيني شاهدانو شيبه مخكې وويل دا چاودنه د خوست ولايت د سرحدي پوليسو د مركز مخې ته وشوه . د پوليسو يو عالي رتبه مامور قاسم خيل ومنله چې دا چاودنه انتحاري وه او په ترڅ كې يې په لسګونو تنه ملكي كسان او سرحدي پوليس وژل شوي دي. د دي پيښي مسوليت تر اوسه چا په غاړه ندى اخيستى خو له دي مخكې د وروته بريدونو مسوليت طالبانو پر غاړه اخيستلو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مصر:یوې مور 7 ماشومان وزيږول", "output": "د مصر په الکسندریه ښار کې یوې مور په یوه وار اوه ماشومان وزيږول. ډاکټران واېې په دې اوو ماشومانو کې څلور ېې هلکان او دوه ېې نجوني دي . دې 27 کلني مور له دې دمخه هم دری ماشومان لرل .ډاکټران واېې چې د ټولو ماشومانو روغتیايي حالت ښه دی .ویل کيږي د تر ټولو لوی ماشوم وزن دوه اعشاریه اته او د کوچني هغه ېې يو اعشاریه څلور کيلوگرامه دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دا له بنګه زندګي", "output": "دا له بنګه زندګي راتنګه شوه راتنګه زندګي زما په څير ملنګه زندګي كه زه نه واى او ته نه واى جانانه نو ختمه به وه وخته داګل رنګه زندګي زما په څير دوخت سره تل غيږه نيسته ياره كه نه زر خو به راپريوزې دا ړنګه زندګي صالحه مړه راشه دا يوه وعده پوره كړه له نن نه يې شروع كړه دا له بنګه زندګي سليم خان صالح -چپرهار"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سياسي مشرانو په ګډون د نېولو کچه زرګونو ته ورسېده", "output": "وروسته له هغې چې په پاکستان کې د سياسي مشرانو او ګوندي غړو نېول له پرونه پيل شوي، اوس په نوموړي هېواد کې د نېونې کچه له زرګونو اوختې او تر دامهاله روانه ده. دولتي چارواکو هم د سياسي مشرانو او ګوندي غړو نېول منلي، خو د کچې په اړه يې څه نه وايي ٠ ځينو چارواکو د نوم دنه ښودلو په شرط ويلي، چې کچه له دوه زرو څخه اوښتې، خو مالومه نه ده چې د سياسي مشرانو کچه څومره ده٠ د پاکستان حکومت ځينې وګړي پرون، ځينې نن او ځينې نن هغه وخت ونېول چې د ميانوازشريف هرکلي ته د هوايي ډګر په لور ورتلل، چې په دوی کې نوي فيصده يې سياسي مشران دي٠ هېره دې نه وي چې د همدې نېولو په لړۍ کې نن سهار د متحده مجلس عمل مشر قاضي حسين احمد او مولانا فضل رحمان هم نېول شوي، چې تراوسه بنديان او يا نظ� �بند دي٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دارواښادتورګل په ياد،يوڅوكرښې! ( پښتونځار)", "output": "د ارواښاد تورګل په ياد ، يو څو كرښې! د۱۳۸۷ کال د وږي پر لومړۍ نېټه قومندان حاجي تور ګل چې د ميدان وردګوولايت دقومونو او قبايلو چارو م دير ؤ، د نامعلومو کسانو لخوا د کابل ښار د کمپنۍ په سيمه کې شهيدکړای شو. لوى خداى پاک (ج) دې وبخښي او کورنۍ ته دې ورله د زړه صبر وکړي. نوموړى د ميدان وردګو ولايت يو دروند مشر او ملي څېره هم وه، چې هر مهال به يې د نوموړي ولايت د وخت مشرتابه ته په رښتينتوب ولاړې مشورې ورکولې او د مشکلاتو په هوارولو کې به ورسره اوږه په اوږه ولاړ ؤ. نوموړي په ميدان وردګو ولايت كې جهاد كړى ؤ.او له دې سره، سره يې قومي چارې هم په غاړه وې او دوه كاله كېدل، چې دحكومت چوكاټ ته راوستل شوى ؤ. دهغه په اړه ددغه ولايت پخواني والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ديوې ناستې په ترڅ كې له ډېرافسوس سره راته يادونه وكړه:((ډېره لږ ه موده كې يې وړتيا وښودله.اودوړتيا له امله به مې هرې اداري غونډې او نورو مهمو غونډو ته راغوښته. د مهمو م سايلو په اړه بۀ يې راته مشورې راكولې او مشورې يې دصلحې لپاره ګټورې وې.)) همداشان ښاغلي نعيمي د افسوس ترڅنګ يادونه كوله((يو وخت په دې اړه ډېر شکايتونه راتلل، چې د غريبو او بې چاره وو سره چې مرستې کيږي، هغه ورته سمې نه رسيږي نو ددې لپاره چې مرستې مستحقو وګړو ته ورسيږي، نو مې يو کمېسيون جوړ کړ او د کمېسيون مشري مې د ښاغلي تورګل په غاړه کړه، چې نوموړي په ډېره ښۀ توګه خپله دنده سرته ورسوله اومرستې يې مستحقو كونډيانو او يتيمانو ته په اخلاص رسولې. هغه د شهيدانو له وارثانو او كورنيو سره ډېره خواخوږي درلوده.همېش يې د ولس د سوکالۍ او امنيت په اړه فکر کاوۀ. او د ولس لپاره يې د عام المنفع پروژو: بندونو، سړكونو، مكتبونو غوښتنه كوله.)) ريښتيا هم ارواښاد تورګل پر ولس مين او وفادار شخصيت ؤ، له ولس سره يې دومره نږدې اړيکې وې چې هره اووه نۍ به يې دميدان وردګو له لرو پرتو ولسواليو نه په شلګونو سپين ږيري او مشران راوستل او د ستونزو د هواري لپاره به يې دولايت له مشرتابه سره خبرې كولې. هغه ولسي سړى ؤ او د سيمې په اړه يې ډېر واقعيتونه درک کړي ول. ښاغلى قومندان تورګل يو تکړه پښتون، مجاهد، متدين، سوله خوښوونكى، وطندوست، روښان فکر او د ولس په درد دردمن انسان ؤ. نوموړى چې هر چا وژلى د ميدان وردګو له ولس سره يې جفا کړې. هغه د وژنې سړى نه ؤ، هغسې مجاهد او روڼ اندی وګړي ډېر کم پيدا کيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یوناما: بالابلوک ته زمونږ د بشري کاروان مخه نیول شوي", "output": "اسحاقزۍ دملګرو م� �تونو سازمان خبر ورکړ چې د دوي د هغه ۲۰ موټریزه کاروان مخه نیول شوي او د یو لړ ستونزو له مخې خپلې موخې ته د رسیدو په لار کې ګیر پاتي دی چې غوښتل یې خوراکي توکي او خیمې د فراه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ ۵۰۰ اړم نو کورنیو ته ورسوي.په کابل کې د ملګرو متلونو د سیاسي نمایندګۍ یوه ویاند حلیم صدیق وویل چې په دغه کاروان کې په لسهاوو ټنه خوراکي توکي او نور سامان بار دی خو د امنتي او یو شمیر نورو ستونزو له امله خپلې موخې ته � �ه رسیدو دمخه په لار کې تم کړای شوی دی.نوموړي له ټولو ډلو غوښتنه وکړه چې د بشري کاروانونو مخه د نه نیسي او دوي ته د اجازه ورکړي چې اړمنو کورنیو ته لومړني اړین توکي په خوندي توګه ور ورسوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار: نا امني د پولیو د پراخیدو اصلي لامل دی", "output": "میرویس جلالزی د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایې چې نا امني او دکورنیو د سواد ټیټه کچه هغه لاملونه دي چې په دغه ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو دګوزڼ د ناروغۍ د پراخیدو لامل ګرځيدلي دي.د کندهار د عامې روغتیا ریس ډاکټر عبدالقیوم پخلا دغه ټکی په داسي حال کې بیان کړ چې په همدې ورځ په درست افغانستان کې د پینځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین لړۍ پیل شوه.د ډاکټر پخلا پر وینا چې سږ کال دغلته د پولیو ۱۶ او په هلمند کې د دغې ناروغۍ اته پیښي له دوي سره ثبت شوي چې نا امني او ډیرو سیمو ته د روغتیایې کارکونکو نه تګ د دې لامل شوی چې یو شمیر ماشومان په دغه وحشت ناکه ناروغۍ اخته شي.نن د کندهار په ګډون په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین پیل شو.په کندهار کې ډیری کورنۍ د سنتي دود او دستور له مخې نه غواړي چې خپل ماشومان روغتیایې کلینیکونو ته واستوي او یا هم هغو صحي رضا کارانوته اجازه ورکړي چې د دوي دکورنو دننه ورشي او کم عمره ماشومان واکسین کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار _هرات لويه لار بيا پرانيستل شوه", "output": "(بي بي سي) : د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي واي له څو ورځو ځنډ وروسته د کندهار_ هرات لويه لار د ترافيکو په مخ پرانيستل شوي ده. د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي بي سي ته وويل چې ددغې مهمي لوې لارې د امنيت ټينګولو دنده د ملي پوځ سرتيرو ته ور په غاړه شوي ده. او د ده په خبره چې خلک کولي شي په ډاډه زړه په دغه لويه لار تګ او راتګ وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ټول وزيران سلاکارانو ته لوړ معاشونه ورکوي .", "output": "د چراغ دورځپاڼې په وينا ټول وزيران سلاکارانو ته لوړ معاشونه ورکوى .ورځپاڼه د ترانسپورت د وزير له خولې ليکي ، چې دغه وزير د اريانا افغان هواى شرکت دوو بهرنيو سلاکارانو ته د ورځې ٢٠٠٠ ډالره معاش ورکوي . ده ويلى دى چې نور وزيران خپلو سلا کارانو ته دورځې ٢٥٠٠ ډالر معاش ورکوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اختره مه راځه", "output": "اختره مه راځه دی خواته چه خفه نشی زمونږدکلی قتل ګاه ته چه خفه نشی په هغو ورشه چه یی زړونه وی خوشحال ټینګ به نه شی دی ژړاته چه خفه نشی دا دویر نه ډک محل ته راځی څنګه دلته ناست هریودقبرخواته چه خفه نشی په څه کیږدمه نکریزی لاس می نه شته ما نذر کړی خپل مولاته چه خفه نشی اختره لاړشه دا زمونږ دکلی وځه ته یی مخکی مونږه شاته چه خفه نشی جامی څیری خولی او بوټان نه شته همزولی تعنه راکوی ماته چه خفه نشی اختر هغه اختر چه پلاراو ځوی وی سره یتیم نعری وهی ابا ته چه خفه نشی څوک به کش کړی پری لاس د محبت یاسین زی امید وکی چاته چه خفه نشی کوهاټ—غلام بانډه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبينوا انترنيټ پاڼه يوکلنه سوه", "output": "بينوا پاڼي دخپل عمر يوکال پوره کړ اوددي يوکال په اوږدوکښي يي دافغانانو لپاره چوپړ وکړ ،نوموړي پاڼي په ډير ه چټکۍ سره دخپلو وطنوالو په زړونو کښي ځای ونيوی ،هره ورځ په زرګونو افغانان نوموړي پاڼه په ډيره مينه ګوري ولي شاه طبيب بينوا پاڼي دخپل عمر يوکال پوره کړ اوددي يوکال په اوږدوکښي يي دافغانانو لپاره چوپړ وکړ ،نوموړي پاڼي په ډير ه چټکۍ سره دخپلو وطنوالو په زړونو کښي ځای ونيوی ،هره ورځ په زرګونو افغانان نوموړي پاڼه په ډيره مينه ګوري .دنوموړي پاڼي چلونکو هميشه دتنوع او نوښت څخه کار اخيستی دي ،دافغانستان او دنړی تازه خبرونه يي لوستونکو ته پروخت وړاندي کړي دي . دادب ،کلتور او فرهنګ لپاره يي ډير څيړنيز، ژور او هراړخيز مضامين نشر کړي دي . ددي پاڼي هلي ځلي دپښتو ژبي په هکله دخاصي پاملرني وړدي . دپښتوژبي دشاعرانو ،ليکوالانو او محقيقينو ډير ښي ليکني خپري کړي دي ، زما په هاند دبينوا پاڼه دپښتو ژبي کوچنی انترنيتي ارشيف دی چه دپښتو ژبي دګرامر څخه نيولي بيا دپښتو ادب، کلتور ،شعر او قصی ليکني هرڅه يي په خپله لمنه کښي اوډلي دي او دسياست په اړوند يي دملي روحيي په رڼا کښي دافغاني سياست مدارانو ،حقوق پوهانو او تاريخ پوهانو نظريي او مفکوري منعکسي کړي دي . يوه ډيره مهمه وظيفه چه دي پاڼي اجرا کړي ده هغه دادی چه دنورو انترنيتي ځوانو پاڼو لپاره يي دخيز دتختي رول ادا کړی دی ، نورو پاڼو ته يي دلمړنيو نشراتو زمينه مساعده کړيده ترڅو هغوی په خپلو پښو دريدلي دي ، چه په رشتيا سره ددي پاڼي چلونکو دپراخ ليرليد او ښه نيت څخه کار اخيستی دي ،که چيري کوم څيړنيز سيمينار يا کنفرانس او يا مجلس دايريږی نو خبرتيا او خبر يي دتصويرونو سره يوځای نشرکړی دی . زه دګرانو وطنوالو څخه هيله کوم چه دغه پاڼه نوره هم تکړه کړي ،قلمي همکاري ورسره وکړي . په پاي کښي ددي پاڼي دچلونکی تنکي ځوان عبدالله احسان ته ،دده همکارانو ته چه زه يوازي خالد هادي پيژنم دزړه له کومي مبارکي وايم چه دومره زحمتونه يي دپرديسی او جلا وطنۍ په حال کښي قبول کړي او دغه ښکلي پاڼه يي ژوندۍ ساتلی ده کندهار/افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "استرالیا له افغانستانه خپل ځواکونه باسي", "output": "ټاکل سویده چي استرالیا په رات� �ونکي کي له افغانستان څخه خپل ځواکونه بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي او په افغانستان کي خپل مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري د فرانس پريس خبري اژانس د استرالیا د فاع وزارت د چارواکو له قوله خبر و� �کوي چي دوي غواړي په راتلونکو دریو- څلورو کلونو کي له افغانستان څخه خپل سرتیري خپل هیواد ته ستانه کړي د دفاع وزارت یوه چارواکي فرانس پریس اژانس ته وویل چي تر هغه وخته به افغان ځواکونو ددې وړتیا موندلې وي چي امنیتي چاري پخپله سمبال کړی نوموړي وویل چي تر دې ژر ممکن نده چي خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي ځکه په افغانستان کي د کورنۍ جګړې خطر رامنځته کیږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ازمویل شوي څیری بیا د قدرت په ګدئ", "output": "څرنګه چی پنځه کاله مخکی لمړنی ټولټاکنی تر سره شوی چی په نتیجه که يي ښاغلی کرزی صیب دټاکنو په پایلو کی لمړنی اولس مشر شو هغه وخت دټولو افغانانو هیلی زیاتی اودا فکر ورسره وو چی کیدای شی افغانستان په راتلونکی کی دسولی،ارامتیا ، پرمختګ پر لور مخ په وړاندی ولاړ شی که څه هم مخکی تر لمړنی ټولټاکنو انتقالی او موقتی دوری تیری شوي وی چی هغو دورو ښاغلی کرزی صیب دشاولی کوټ له غرو څخه د اطلاف د ځواکونو په ملتیا د ګلخانی تر ماڼی پوری راورسوی په څنګ که يي ښاغلی فهیم صیب چی د شمالی ټلوالی په ځانګړی توګه د نظار ډ لګی مشري نوي ور په برخه شوی وه او دافغا نستان لږ څنډی د همدی ډ لګی په لاس کی وی د یوه نظامی امریکا يي هلیکوپتر په و ا سطه د تاجکستان تر یوه هوايي ډګر پوری یوړل شو هلته تر څه خبرو وروسته د څو میلو نو ډالرو په بدل کی هغه سیمی چی دوی به د جهاد تاوده سنګر بلل،هغه به يي د روسانو له هډوکو څخه ډکي کندی بللی ،هغه سیمی يي د خپلو مجا هیدینو په وینو رنګ سنګرونه بلل دهمدی څو ډالرو په مقابل که د CIA اوFBI ګروپو په واک کی ورکړی چی په نتیجه کی یی دی له تخار څخه تر کابله او ما رشالی پوری راورسیدی . ښاغلی پرو فیسر داسلامی جمیعت مشر اود اسلامی دولت ریس جمهور ربانی او ورسره استاد اوشیخ الحدیث صیا ف صیب دشمالي په هغه لوړو غرو ناست وه داسلام ،اسلامی نظام ، جهاد ،شهیدانو او مجا هیدینو ټولی کیسی تری پاتی ویي دامریکا B-52 او F-16 الوتکو ته يي لارښونه کوله چی د دوی او امریکا ګډو مخالیفینو مورچلي ښي بمبار کړی تر دی چی ښاغلی ربانی صیب خو دا هم خپلو دی نویو ملګروته وویل چی په وړو بمونو څه نه جو ړیږی تاسی باید لوی لوی بمونه استعمال کړی. څرنګه چی په هغه وخت کی افغا نستان د زیا تو میلمنو کوربه و چی ځنی يي د امریکا او عربی نړی په مرسته افغانستان ته راغلی وه هغوی خو دجهاد لپاره راغلی وه خو دامریکا غوښتنه هغه وخت دکمونیزم مخنیوی و چی بی له افغانانو او همدی عربو څخه چی دسپیڅلی جهاد په نیت جنګیدل د بل چا په توان کی هم نه وو همداسی وشول کمو نیزم غاښ ماتونکي ما ته وخوړه ناولی ټغر يي دنړی له مخ څخه ټول شو په څنګ کی امریکا خپل هدف تر لاسه کړ نور نو نه هغه مرستي وي نه همدی کسانو ته چی روس يي په ګونډو کړ د قهرمانانو په سترګه کتل کیدل نور هغه او افغانان دامریکا دښمنان بلل کیدل ورسته تر دی هغوی ته د قهرمان پرځای دافراطي او سخت دریز ، القا یده خطاب کیدی ، هغه وو چی افغانان په خپل منځی جګړو کی د همدوی په مرسته ورښکیل شول او دا نور دخپلو هیوادو له لوری په دي نوم چی په افغانستان کی يي جهاد کړی او جهادي روحیه ورسره ده په خپلو هیوادو کی ونیول شول او ځنی خو له خپلو هیوادو څخه وشړل شول هغه و چی دوی په افغا نستان کی پاته وو. د همدی پخوا نیو میلمنو تر څنګ یو شمیر نوي کسان هم چی ټول د پیښور دپښتنو د سیمو وو د د طالیبانو د مرستی اوجهاد په نامه په همدی ورځو کی راغلی وو دا ټول سره له داخلی طا لبانو چی زیاته برخه یی دجنو بي ولایتو هستو ګن وو د هیواد په شمال کی په ځانګړی توګه په کندز او مزار کی مورچلی نیولی وی ، هغه وو چی امریکا د خپلو نو یو افغانی ملګرو په مرسته یر غل شروع کړ او همدی مرسته کونکو ته يي دا وعدی ورکړی چی څوک به د ګل خانی تر ما ڼی رسوی اوڅوک به تر وزارت دفاع او مارشالی پوری لوړوي. هو همداسی وشول ښاغلی کرزی صیب د انتقالی ،موقتی دوری او وروسته د ټاکنو ګټونکی شو او په څنګ که يي دشمالي ټلوالی لوړ پوړي چارواکی لوړو لوړو وزارتو ته ورسیدل. ښاغلی کرزی صیب هغه وخت ډیری دسولی ،ملي پخلاینی چیغي وهلی تر دی چی هغه مسلح طا لیبانو ته يي هم اعلان وکړ چی که څوک دجګړی څخه لاس واخلی دوی ته به هغه خپل ګاډی او یو میل ټو پک دخپل ځان ساتنی په خا طر ورکړ شی او دوی به په خوندی توګه تر خپلو کورونو پوری ورسول شي خو د بد مرغه دا ټول چپه وختل هغه کسان چی څوک د جهاد په نامه راغلی وه ، څوک دجلب په توګه راوستل شوي وه ، ځنی د خپلو وطنو څخه شړل شوی وه د کرزی صیب هیر شول چی دا ټول د داسی خوني ځناورو په ګیر ورغلل چی څوک يي لاس او پښي تړلي په ګو لیو وویشتل ،څوک يي په زیات شمیر د حیواناتو په څیر په کانتینرونو کی تخته کړل چی ځني يي د هوا دخلاص والی له کبله خپله ساه دنورو تر پښو لاندی ورکړه او هغه ځنی چی پاتی وو هغه بیا لاس تړلی دامو سیند ته ورواچول شول چی دسیند د څپو او ماهیانو خوراک شول ، یو شمیر چی په کانتینرونو کی نه ځاییدل څوک په جنګي کلا کی،څوک درازیه سلطان په ښونځئ کی بندي کړل شول چی وروسته د اوبو، بریښنا او اور په زریعه په هغه ځایو کی ووژل شول يو شمیر يي د ګوانتانا مو زندان ته یوړل شول او ځنی خو تر ډیره وخته دشمالی ټلوالی دځینو قوماندانانو سره په شخصي بندي خانو کی بندیان ول چی د خلا صون لپاره به يي روپی د کورنیو څخه غوښتل کیدلی او د هغه په بدل کی ور خوشیکیدل. د کرزی صیب هغه دپخلاینی او سولی خبري نوری نه وي په لنډ وخت کی د بګرام ، کندهار او ګوانتانامو زندانونه د زرهاوو بي ګناه انسانا نو څخه ډک شول هلته ډول ډول شکنجي او ربړول کیدل هلته په څرګنده د بشري حقوقو څخه سر غړاوی کیدی چی نه د بشری حقوقو د ساتلو بلبلانو څه ویل اونه په افغانانو کی د پوښتنی څوک وو اونه يي چا خولی ته غوږ نیوی. دهغه لمړنیو ټاکنو وروسته چی ښاغلی کرزی صیب د پنځو کلنو لپا ره واک ته ورسوی ګټه يي هغه ډلو ته ورسیده چی کرزی صیب په خپل څنګ کی درولی وه او دا سوچ يي کاوه چی ددوی په رایو بریالی شوی یم حال دا چی هغوی خپل نوما ندان لرل او اړونده سیمو خپلی رايي خپلو هم ژبو نوماندانو ته ورکړی چی په دی سره ښاغلی کرزی صیب تر ډیره دپښتنو د رایو په مرسته بریالی شو خو د بده مرغه ګټه يي نورو ته ورسیده او هغه وړي سیمی چی د ده مرستیالان د هغو سیمو څخه وو هغه ورته په ولایتو بدلی شوي ، زیات وزارتونه دهغوی د پري خلکو ته ورکړل شول. دهمدي پنځه کلني دوري په لړ کي ډیري ناخوالي په افغانانو په ځا نګړي توګه د پښتنو په سیمو تیري شوي خپل سري ړندي بمباری چی زموږ په ودونو ،خیراتونو ... په هر ځای کی تر سره شوي ، زموږ ناوکی ورا ټوله دواده په شپه را شهیدان کړل شول ، زموږ د ماشومانو او سپین ږیرو غوښي یو ځای دخیرات په دیګو کی پخي شوي ، زموږ د سلګو نو بي ګناه خلکو غوښي ددوی د تویو شویو تیلو او بمونو په لمبو کی وسوي او شهیدان شول . بي کاري ،بي وزلي او لوږه ،له فساده ډکه اداره دا ټول هغه څه وو چي کرزي صیب او دده نړیوالو ملګرو يي د افغات ولس سره وعدي کړي وي ، کرزی صیب د دي پر ځای چی په خپلو وعدو وفا وکړي دافغانانو د ژوند کچه لوړه کړي دا يي هم ونشوای کولای چی دخپل سرو ړندو بمباریو ،خپل سرو پلټنو چی دبی ګناه کسانو په وژنه پای ته رسیږي مخه ونیسي ، ده خو به کله کله د بي وسی اوښکي تویولي خو ښاغلو مرستیال صیبانو هیڅ کله دهغو غندنه هم ونه کړه همدارنګه هغه میرمن چی په افغانستان کی دبشر دحقونو دساتلو لپاره ګمارل شوي هم دخپل سرو بمباریو او پلټنو غندنه نه ده کړي لنډه دا چی په دي پنځه کلنه دوره کی ډیري ناخوالي په بیچاره افغانانو راغلي اداري فساد تر دي کچي ورسید چی افغا نستان په ټوله نړی کی د فساد په قهرماني کی دوهم مقام وګاټه ، په میلیاردوډالر دافغانستان دابادی په نامه راغلل چی زیاته برخه يي بیرته دخاریجیانو په جیبو کی ولویدل او هغه پاتي يي د ددوی دژباړونکو او لویو شرکتو لخوا چور شول ،خو مظلوم افغانان د حلال رزق دپیدا کولوپه نیت یا په کانتینرونو کي خپله ساه ورکوي ،یا داندونیزیا،استرالیا،یونان په سیندو کی په بیړیوکی غرقیږي او دکبانو خوراک کیږي ،اویا دفرانسي په ځنګلو کي د ډار او وهم ژوند په لوږي نس باندي تیروي اویا د خپلو ظا لیمو ګاونډیانو چی تل يي زموږپه کورنیو چاروکی لاس وهنه کړي همدا 35 کلن اور ددوی په مرسته تازه ساتل شوی دی ،ژبني ،مذهبي ،قومي او تنظیمي شخړي تل د دوی په مرسته راپورته کیږي او د یو څو مزدورانو په مرسته اوس زموږ په کلتوري اونورو چاروکی لاس وهنه کوي د دوی د سرحدي ساتونکو تر کوتکو لاندي خپله ساه ورکوي دا ټولی دکرزي صیب او د غرب سوغاتونه دی چی افغانانوته يي راوړي دی. اوس چی دکرزي صیب دا طلايي دوره پای ته ورسیده چی تل به دتاریخ په پاڼو کی ساتل شوي وي یو ځل بیا دهغو ټاکنو په پایله کی دپنځو کلو لپاره ګټونکی شو چی د درغلیو ډنډوري يي تر اوسه ټوله دنیا په سراخستي ده، د ده لمړی مرستیال ښاغلی مارشال صیب دی چی څوک يي په جنګي جرمنو ککړ بولي ،څوک يي جنګ سالاربولي خو دی خپل ځان مجاهد اود مجاهیدینو دحقونو غوښتونکی بولي هغه مجاهد چی دڅوډالروپه وړاندي يي خپل ټول مجاهدین او شهیدان په امریکا وپرولل ،هغه مجا هیدین چی د دوی په مرسته زموږ په زرګونو بي ګناه افغانان (ماشومان،ښځي،سپن ږيري) شهیدان کړل شول،هغه مجا هیدین چی ددوی په مرسته په زرهاوو بي ګناه افغانان اونور مسلمانان ونیول اوپه یلغرګرو ځواکنو يي خرڅ کړل،هغه مجاهیدین چی ددوی په مرسته دګوانتا نامو،بګرام،کندهار زندانونه دبي ګناه افغانانو څخه ډک شول،هغه مجاهیدین چی په افغانانو يي دلویولویو بمونو غورځول غوښتل . اوس چی کرزي صیب ټاکني ګټلی دی د خوارو افغانانو هیڅ هیله نشته چی ددوی په ژوندون کی دبدلون راشي ،ددوی بي کاری دختمي شي هغه بي کاری او بي وزلی چی دهغو له لاسه زموږ زیاتو ځوانانو نیشيي توکوته مخه کړي ده ، نه به دخپل سرو بمباریو اوپلټنو څخه خلاص شي،خو یواځي دا هیله لري چی بیا به څومره ناخوالي په دوی تیري شي،بیا به دیوه خا لي ټک په ځواب کی څومره کلي او ولسونه د خاورو سره برابر شي،بیا به څومره خارجي افسران،ددوی ژباړونکي ،وزیران ،والیان او شاروالان نوي میلونرجوړشي،بیا به د همدي سرمایه داري نظام څپي تراسمان اوچتي شي خیټور به نورچاغ شي خو مظلوم اولس به خالي ډوډی نه لري، بیا به څومره شراب خواره د تیکنوراتانو په نامه اوڅومره بيسواده د ملي مشا رکت ترنامه لاندي زموږ پرسروګمارل شي،بیا به څومره وړي سیمي په ولایتونو بدلي شي ، بیا به څومره انسانان بي له شواهدو او اسنادو،بي له محا کمي د جاسوس اونورونومو لاندي دچړي تر تیغ تیر شي . به هرحال داټاټوبی دمسلمانانو دی اوتل لوی لوی فرعونیان دلته په ګونډوشوي،لویولویو امپراتوریو دلته دژوندون وروستی ورځي اوشپي تیريکړي دی،داد میلونو شهیدانوخاوره ده او یو ځل بیا له خپل رب څخه د دي خاوري ابادي ،ریښتني اذادي،ریښتني اوسپیڅلي مجا هیدین چی دیو واقعي اسلامي نظام ،ریښتینی اوپاک حکومت منځ ته راوړي،دشهیدانو اوکونډواوښکي پاکي کړي د ټولوخادم وي ،غریب او بډای یو شان حق ولري غواړو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملا منصور داد الله ووژل شو.", "output": "دپاکستان امنیتي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې دطا� �بانو پخوانی قومندان او دافغانستان دحکومت وسلوال مخالف منصور داد الله یې نن دوشنبه په پاکستان کې لومړی ټپي کړی له ټپ سره سم یې نېولې چې بیا وژل شوی. منصور داد الله دطالبانو دمشهور قومندان داد الله ورور دی، چې څه م وده وړاند ملا محمد عمر مجاهد نوموړی دطالبانو له لیکو ویستلی وو. منصور داد الله نن سهار په لسو بجو دب� �وچستان په سویل لویدیځه سیمه اسماعیلزي په سیمه کې ووژل شو دا ډول له هغه سره پنځه نور ملګري هم نیول شوي دي. دپاکستان داستخباراتو چارواکو ویلي چې منصور داد الله لومړی ټپي شو روغتون یې یووړ خو هلته له ټپ نه یې ژوند له لاسه ورکړ. منصور داد الله دخپل ورور داد الله له وژل کیدو وروسته په هلمند کې دطالبانو جګړه ایز مشر شو چې بیا وروسته دطالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې نوموړی دطالبانو اصول پښو لاندی کړی وو چې له تحریک نه یې وویست."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ترهګرۍ په وړاندى جګړه كې د ائتلاف نيمګړتياوى", "output": "غلام جيلانى ځواك هره جګړه دوه اړخه لري يو پوځي اړخ وي اوبل سياسي اړخ. د سپتامبر د يوولسمي نيټې نه وروسته د ترهګرۍ په وړاندي چي كومه جګړه په افغانستان كي روانه ده په هغه كي د امريكا په مشرۍ ائتلاف د جګړې پوځي اړخ ته څه ناڅه پام كړى او په دې اړه د پام وړ برياليتوبونه هم ترلاسه شوي، ډير شمير ترهګر په دې جګړو كي وژل شوي او يا هم نيول شوي، همدا اوس ناڼو ژمنه كړې چي په افغانستان كي د خپلو پوځونو شمير ه دوه برابره كړي، د ناټو مشر ويلي دي چي افغانستان زموږ يو اوږد مهاله ژمنه ده خو ښكاري داسي چي د جګړې سياسي اړخ ته څومره چي په كار ده دومره پاملرنه نه ده شوې او ياهم شايد د امريكا په مشرۍ ائتلاف او ناټو په افغانستان كي د ترهګرۍ او طالبانو په وړاندي د جګړې دسياسي اړخ په اړه سم او روغ تحليل په لاس كي نلري. او همدا خبره ده چي دا څلورنيم كاله كيږي د طالبانو واكمنۍ ته د پاى ټكى ايښودل شوى خو طالبان او القاعده د دې پرځاى چي بايد په دې موده كي بالكل له منځه تللي واى، په تيرو څو مياشتو كي يې ترهګريزه فعاليتونه، نه يواځي دا چي ډير شوي بلكې منظم شوي او پياوړي شوي هم دي.د افغانستان يوه ستره بدمرغى داده چي غرب او امريكا تل افغانستان د پاكستان په سترګو كتلئ، په لويديځ كي افغانستان په لومړي ځل د انګليسي استعمار لخوا غربي نړۍ ته معرفي شو او په نړۍ كي د افغانستان په هكله د مالوماتو يواځينۍ سرچينه د ب� �تانيې امپراتوري وه چي درې ځله يې پر افغانستان بريد وكړ او درې واړه ځله د سختي ماتي سره مخ شوه، سيمي نه د ب� �تانيې له وتلو وروسته پاكستان د داسي يوهيواد په توګه چي د انګيسي استعمار له بطن نه زيږيدلى د افغانستان په هكله د انګليسانو دنده په خپله غاړه واخسته او له همدى امله ښايي غربي ټولنه اوامريكا د افغانستان د حالاتو او ټولنيزي سايكالوژي په هكله چي په ټولينزو كړكيچونو كي ستر اهميت لري سم انځور ونلري، بلكې دوى سره هغه انځور دى چي پاكستان يې وړاندي كوي.په افغانستا ن كي جګړه او ترهګرۍ سره لدې چي دنړيوال ترهګريزبهير يوه برخه ده خو بياهم په افغانستان كي جګړه په نورو هيوادو كي د ترهګريزو فعاليتونو سره توپير لري په حقيقت كي دا جګړه چي له فلسطين او عراق نه نيولې ترافريقا، هند، افغانستان او ترماليزيا پوري غزيدلې ، په هرځاى كي د سيمه ييزو ش� �ايطو، هلته د شتو تضادونو، قومي او مذهبي كړكيچونو او نورو عواملو له كبله څرنګوالي يې له نورو سيمو سره توپير پيداكړي، او په همدې خاطر د ترهګرۍ سره د جګړۍ سياسي اړخ بايد د سيمه ييزو شرايطو په پام كي نيولو سره عيار شي. د مثال په توګه همدا سيمه ييز توپيرونه وو چي د مصعب زرقاوي او ايمن الظواهري ترمنځ يې اختلافات را وزيږول. ښايي د شيعه او سني ډلو ترمنځ اختلافات به د ايمن الظواهرى په لومړيتوبونو كي نه وو شامل خو زرقاوي ته لكه څرنګه چې د امريكا په مشرۍ د ائتلاف پرضد جګړه اړينه بريښيدله همدومره ورته په عراق كي دشيعه ډلو برلاسي هم دمنلو وړ نه وو.په افغانستان كي جګړه هم بايد دافغانستان د ځانګړيو شرايطو په دايره كي وڅيړل شي او دهمدى شرايطو پربنسټ بايد د ترهګرو او طالبانو په وړاندي پوځي او سياسي اقدامات ترسره شي. په افغانستان كي د ترهګرۍ په وړاندي جګړه كي دپاكستان رول خورا مهم دى، د ډيورنډ دكرښى د لانجې له امله پاكستان تل هڅه كړې چي افغانستان كمزورى وساتي، پر افغانستان د روس يرغل او د مجاهدينو په لاس د روسيي ماتي پاكستان دې ته وهڅاوه چي په افغانستان كي د يو دوست حكومت په نامه دلته يوتحت الحمايه اداره جوړه كړي، د مجاهدينو ترمنځ د واك پرسر خونړيو جګړو او د ټوپك سالارانو لخوا د خلكو د ژوند، مال او ناموس نه خونديتوب پاكستان ته دا فرصت په لاس وركړ چي وكولاى شي په افغانستان كي د خپل تحت الحمايه دولت جوړولو لپاره د طالبانو پروژه په برياليتوب پلې كړي.د سپتامبر د يوولسمى پيښي نه وروسته پاكستان د نړيوال فشار له امله دې ته اړ شو چى په ښكاره د طالبانو ملاتړ نه � �اس واخلي او دترهګرۍ په وړاندي جګړه كي برخه واخلي، خو په حقيقت كي پاكستان بله پاليسى غوره كړه او په پټه يې د طالبانو ملاتړ ته ادامه وركړه، همدا اوس هم د پاكستان په پوځي كمپونو كي طالبان روزل كيږي او د ترهګريزه فعاليتونو لپاره افغانستان ته ليږل كيږي.يو شمير كړي داسي وايې چي ګواكي دا د پاكستان حكومت ندی چي له طا� �بانو او القاعده څخه ملاتړ كوي بلكې د پاكستان د استخباراتو يو شمير كړۍ او د پاكستان ځيني مذهبي سياسي ډلي دي چي دا كار كوي. د القاعده په هكله دا خبره تريو حده كيداى شي چي سمه وي، ممكن د پاكستان د دولت په سياسي او استخباراتي ارګانونو كي په دې هكله دوه نظرونه موجود وي، خو د طالبانو په هكله دا خبره بالكل ناسمه ده، د طا� �بانو د ملاتړ په هكله دپاكستان دولت، پوځ، استخبارات اوعمده مذهبي ډلي يوه خوله دي او هغه دا چي هغوى په هره بيه د طا لبانو ملاتړ ته ادامه وركوي. پاكستان اوس د طالبانو دملاتړ په اړه د امريكا د اوغربي نړۍ مخالفت ته هم په دومره اهميت ندى قايل، بې له هغې هم هند سره د امريكا د نوي سياسي اړيكو نه وروسته پاكستان غواړي د امريكا پرځاې د چين او روسيې سره خپلو اړيكو ته پراختيا وركړي او د هغوى ملاتړ ترلاسه كړي.نواوس افغانستان په حقيقت كې د پاكستان سره د جګړى په حال كي دى، په عين حال كي د افغانستان پرضد جګړه اوس د نړيوالي ټولني پرضد د جګړې م انا هم لري نو په افغانستان كي دائتلاف ځواكونه په حقيقت كي د د پاكستان د بريدونو لاندي دي او دا هغه حقيقت دى چۍ امريكا او ناټو دواړه ورته سمه پاملرنه نه كوي او د افغانستان جګړه يواځي دالقاعده پرخلاف يوه جګړه ګڼي. ا� �بته القاعده هم په دې جګړه كي شريكه ده ا و همدا لامل دى چي پاكستان د طالبانو په خوا كي د القاعده پرضد هم � �ښتيني ګامونه نه پورته كوي، نو دلته القاعده او پاكستان د يوسكې د دوه مخونو حيثيت ځانله غوره كوي. په داسي ح ال كي چي د امريكا او ناټو چلند د پاكستان په وړاندي بيل دى او په افغانستان كي دترهګرو په وړاندي بيل دى او همدا د ترهګرۍ په وړاندي د امريكا او ناټو ترټولو ستره غلطي ده، پاكستان پخپله يو ترهګر هيواد دى او بايد پاكستان سره هم همداسي يوچلند وشي لكه څرنګه چې نورو ترهګرو سره كيږي، پاكستان په ډير برياليتوب د نړي په ست� �ګو كي خاوري شيندي او داسي ښكاره كوي چې ګواګي د ترهګرۍ او بنست پالني په وړاندي په جګړه اخته دى، حال دادى چي پاكستان دترهګرو په ملاتړ د افغانستان او په دې توګه د نړيوال ائتلاف پرضد په جګړه اخته دى. پاكستان د القاعدې او طالبانو يو كوربه هيواد دى، هغوى په پاكستان كي په ډاډه زړه خپل فعاليتونه ته ادامه وركوي،القاعده او طا� �بان په پاكستان كې څومره او په كومه كچه ملاتړ لرى راځئ يو څو بيلګې يې وګورئ.۱- د ناپيلى هيوادو د ماليزيا په غونډه كي د پاكستان استازي د افغانستان دهغه وړانديز مخه ونيوله چي دهغې پربنسټ د دې كانفرانس غړو هيوادو كي طالبانو ته د پناه وركولو او د هغوى د نه ژغورلو غوښتنه يې كوله، د افغانستان دې وړانديز سره مخالفت پخپله له طالبانو او ترهګرو نه د ملاتړ په مانا دى.۲ -د پاكستان په پارلمان كې د متحده مجلس عمل يو غړي مولانا عطاال� �حمن په ډاګه وويل چې موږ د طالبانو د حكومت څخه ملاتړ كاوه او اوس به هم خپل دې ملاتړ ته ادامه وركړو. همدارنګه د پاكستان په پارلمان كې متحده مجلس عمل چې د پښتونخواه ايالتي حكومت يې په لاس كي دى، په بلوچستان كې په واك كي شريك دي د پاكستان په مركزي پارلمان كې د زرقاوي د فاتحې اخستلو غوښته وكړه. ددې خبري ساده مطلب دادى چي متحده مجلس عمل چي د پرويز مشرف يو سياسي متحد دى د القاعده او زرقاوي سره نه يواځي دا چي خواخوږي لري بلكې دهغوى كړني هم د متحده مجلس عمل د تائيد وړ دي. نو هغه څو ك چې په ښكاره د القاعده د ملاتړ اعلان كوي آيا هغه ډله به د القاعده په ترهګريزه فعاليتونو كي ورسره همكاره نه وي.سيد عزيزالله يو پاكستاني ترهګرۍ څه موده وړاندي په افغانستان كي د يو جګړې پرمهال و وژل شو ، دهغه د تدفين په مراسمو كي د بلوچستان د ايالتي حكومت يوشمير غړو، نه يواځي داچي ګدون وكړ بلكي هغه يې د يو شهيد په توګه وستايه او اوس هم د يوې مذهبي ډلي جنډه دهغه پرقبر رپيږ ي.د ترهګرو او طالبانو څخه د پاكستان د حكومت، پوځي استخباراتو او مذهبي ډلو ملاتړ اوس څه پټه خبره نده، خو د پاكستان په وړاندي د ناتو او امريكا چلند سخت حيرانوونكى او ناڅرګند دى. په سيمه كې د ترهګرى سرچينه پاكستان دى، ترڅو چې په پاكستان كې دننه ترهګرى او بنسټ پالنه چې دپاكستان د حكومت او پوځ له ملاتړ نه هم برخم نه ده، له منځه لاړه نشى يواځي په افغانستان كې د پوځي عملياتو له لارى د ترهګرى له منځه وړل ناشونى ښكارى، پاكستان غواړى د ترهګري پرضد جګړه دومره اوږده شى چى بالاخره ناتو او امريكا دلته ستړي او له سيمى نه وتو ته چمتو شي ترڅو پاكستان بيا وكولاى شي خپل نميګړي پروګرامونه تكميل كړي. امريكا او ناتو بايد د پاكستان سره هم داسى چلند وكړي لكه څرنګه چې يو ترهګر هيواد سره ښايى، د پاكستان په وړاندى د امريكا او ناتو كمزورى موقف دلته د ترهګرى د لاپياوړتيا لامل شوې او د خلكو په ذهنونو كې يې دا سوال پيدا كړى چى ايا امريكا په رښتيا هم په دى نپوهيږى چې پاكستان يو ترهګر هيواد دى اوكه د پردى شاته كومه بله خبره وجود لري.د پاكستان په وړاندى د ائت� �اف كمزور موقف په خوا كې دلته په افغانستان كې هم د ترهګري پرضد د ائتلاف په جګړه كې يو څه كمزورتياوى شته ، بايد هڅه وشې چې زر ترزره دافغانستان ملى اردو او ملى پوليس په يو پياوړي اود باور وړ ځواك واوړي ترڅو وكولاى شي د ت� �هګرو او طالبانومخه ونيسي، همدا رنګه د ترهګري پرضد د عملياتو په ترڅ كې د ناتو او امريكايي ځواكونو لخواد دملكې وګړو وژل كيدل او د پلټنو په بهير كې د افغاني دود او كلتور نه مراعاتول هم لامل كيږي چى د امريكا په وړاندى د خلكو ترمنځ كركه وزيږيږي، هم د افغانستان حكومت او هم نړيواله ټولنه بايد د افغانستان دخلكو بيا په تيره د پاكستان سره په كرښه پرتو سيمو كې د خلكو د نا خوښى لاملونه ولټوى او دهغى په لمنځه وړلو كې دې پراخ ګام ونه واخلي، كه يو خوا دافغانستان په وړاندي د پاكستان لاس خلاص پريښودل شي اوله بلى خوا په خلكو كې هم ناخوښى راپيدا شي نو ښكاره ده چې دترهګري پرضد جګړه به له ډيرو جدي ستونزو سره مخ شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان او ترکمن ولسمشرانو خبرې وکړې", "output": "د ١٣٨٣ د کب ١١ کابل : ولسمشرانو حامد کرزي او صفر مراد نيازوف نن د تيلې فون په کرښه خبرې وکړې . په دغو خبرو کې د چارواکو په وينا له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د غازو د نلليکې په باب دواړو خپل نظر ووايۀ . دواړو مشرانو په دې مسالې باندې د مخامخ ليدو او نورو خبرو غوښتنه وکړه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بېنوا - پرلیکه پښتو نړۍ (لسګونه کتابونه پرلیکه شوه )", "output": "بېنوا پرلیکه پښتو نړۍ ـ چي د انټرنيټ په پراخ ډګر کي د پښتو او پښتنو لپاره هلي ځلي کوي او یوازي په پښتو خپرول کول ، پښتو ژبي ته کار کول خپل فطري ژبنی او ټولنیز حق ګني دا دی یوځل بیا د یو نایاب پرمختګ څخه تاسي خبروي چي هغه په انترڼیټ کي د پښتوکتابونو یو بې سارې ځای پرځای کول دي تر څو دنړۍ په ګوټ ګوټ کي پښتانه وکولای سي چي دچاپي بڼي تر څنګ په انلان شکل هم ځیني ګټه واخلي . ددې تر څنګ ځیني هغه کتابونه مو هم پرلیکه کړي دي چي تر اوسه په چاپي بڼه ندي خپاره شوي او یوازي انلان له دې لاري تر تاسي در رسیږي او س دا په زغرده ویلای سو چي په هیڅ پښتو پاڼه کي په دونه شمیره پښتوکتابونه نسته . او دا لړۍ به په نژدې راتلونکي کي دوه برابره کړو . بېنوا انټرنيټ پاڼه هڅه کوي چي مهم اسلامي کتابونه په پښتوژبه د جیدو علماکرامو په مټ وژباړي او د بېنوا له لاري ئې تاسي ته خپاره کړي ، هغه ورونه چي علاقه لري د بېنوا د کتابتون مهم کتابونه هغه که د هري برخي وي او تراوسه یوازي انلان خپاره شوي په خپل مالي لګښت چاپ کړي بېنوا انټرنیټ پاڼه ئې د چاپ چاري په غاړه اخلي، د پاڼي د مشرتابه سره دي په دې هکله په تماس کي سي . په پښتني مینه (ستاسوخالدهادي ) شمیر دپښتو ژبي اړوند کتابونه لیکوال یا ژباړن حالت ۱ لنډکۍ پښتو محمدګل مومند پرلیکه ۲ پښتو او پښتونواله علامه عبدالحی حبيبي پرلیکه ۳ پښتو او د ژباړي اړتيا صالح محمد صالح پرلیکه ۴ پښتو ګرامر وفي الله مياخيل پرلیکه ۵ پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه محمدمعصوم هوتک پرلیکه ۶ دپښتوژبي نننۍ مسألې محمد هارون خپل پرلیکه ۷ د پخوانييو چاپي اثاروکتابښود محمد هارون خپل پرلیکه ۸ ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود محمد اسمعيل يون نوی پرلیکه شمیر سیاسي کتابونه لیکوال یا ژباړن حالت ۹ روزنيز ريفورمونه او ښونيز نظام امير محمد منصوري پرلیکه ۱۰ رهين مخدوم د قضاوت په تله کي افغان ولسپال ځوانان پرلیکه ۱۱ دډيورنډ کرښه يا دناسور زخم حبيب الله غمخور پرلیکه ۱۲ دګوانتانامو انځور ملا عبدالسلام ضعیف پرلیکه ۱۳ داور په لیکه جنرال پرویز مشرف پرلیکه ۱۴ ټولواک نيكولو مكياويلي پرلیکه ۱۵ د ټولنپوهنې له نظره:په افغانستان کې واک محمد اسمعيل يون نوی پرلیکه ۱۶ سردار داود خان چا وواژه ؟ رحمت اریا پرلپسې لړۍ ۱۷ جنګي جنایتونه (لاسوندونه) رحمت اریا نوي پرلیکه ۱۸ کي جي بي په افغانستان کي رحمت اریا پرلپسې لړۍ ۱۹ دمرګ کاروان رحمت اریا پرلپسې لړۍ ۲۰ په وینو سره لاسونه رحمت اریا پرلپسې لړۍ شمیر شعري او تیوري کتابونه لیکوال یا ژباړن حالت ۲۱ دلمر په لټون لطف الله مشعل پرلیکه ۲۲ ادبي فنون عبدالرووف بېنوا پرلیکه ۲۳ پریشانه افکار ارواښاد استاد بېنوا پرلیکه ۲۴ دنیمو شپوخبري نجیب عامر پرلیکه ۲۵ دخیالونو جزیره محمدالله کمال پرلیکه ۲۶ شپېلۍ عبدالباري جهاني پرلیکه ۲۷ افضل ... افضل شوق سیده حسينه ګل پرلیکه ۲۸ دسباوون په تمه عبدالباري جهاني پرلیکه ۲۹ شلیدلی امېل افضل شوق پرلیکه ۳۰ بګهت کبیر عبدالباري جهاني پرلیکه ۳۱ کوه طور عبدالباري جهاني ترکارلاندي ۳۲ شرقي ګلونه غربي لمني عبدالباري جهاني پرلیکه ۳۳ په سترګو کي خبري فضل هادي (فضليار) پرلیکه ۳۴ هیلې اسماعیل یون نوی پرلیکه ۳۵ نیمګړي ارمانونه اسماعیل یون نوی پرلیکه ۳۶ دلوونوفصل اسماعیل یون نوی پرلیکه ۳۷ مټکور اسماعیل یون نوی پرلیکه ۳۸ دالفت نثري کلیات اسماعیل یون ترکارلاندي ۳۹ په اورونو کي سندري اسماعیل یون نوی پرلیکه ۴۰ دپښتو شعر هندسي جوړښت اسماعیل یون نوی پرلیکه ۴۱ سیندونه هم مري اسماعیل یون نوی پرلیکه شمیر لنډي کیسې او ناولونه لیکوال یا ژباړن حالت ۴۲ پنځوس ميلونه وکيل شينواری پرلیکه ۴۳ بوډا او د لېوانو پلونه نصيراحمد احمدي پرلیکه ۴۴ دنړۍ ولسي کیسې صفیه حلیم پرلیکه ۴۵ د ناوي بنګړي نثار احمد اریا پرلیکه ۴۶ د سپوږمۍ سترګه اکبر بری پرلیکه ۴۷ ډيموکراسي بنده ده عزيز نسين پرلیکه ۴۸ غره ته راوان سړی پيرمحمدکاروان پرلیکه ۴۹ کوچی ملا محمد صديق پسرلی پرلیکه ۵۰ ماته سيپۍ عارفه عمرلور پرلیکه ۵۱ سړه سېلې نصيراحمد احمدي پرلیکه ۵۲ شيطان په پرېوتو کي نذيراحمد سهار پرلیکه ۵۳ تندر احسان الله ارینزی پرلیکه ۵۴ یومزل دوه نړۍ ایمل پسرلی پرلیکه ۵۵ بنګړیواله وږمه سبا عامر پرلیکه ۵۶ دنیا (ناول) صفیه حلیم پرلیکه ۵۷ پروني مخونه افضل شوق پرلیکه ۵۸ رڼا (ناول) نصیراحمد احمدي پرلیکه ۵۹ په نثر کي سندره جلال خپلواک پرلیکه ۶۰ میخایېل شمس الله خوستى پرلیکه ۶۱ مينه او وسواس علم ګل سحر پرلیکه ۶۲ نامريی ځواک بازمحمد عابد پرلیکه ۶۳ بړبوکۍ (ناول) نصیراحمد احمدي نوی پرلیکه شمیر دتاریخ اړوند کتابونه لیکوال یا ژباړن حالت ۶۴ دافغانانو پاڅونونه صـالـح مـحـمـد صـالــح. پرلیکه ۶۵ د کندهار پاڅون او د ايران صفوي دولت ړنګېدل صالح محمد صالح پرلیکه ۶۶ په منځني ختيځ كي پېښ - ستر نړیوال ناورین روښان ولسمل پرلیکه ۶۷ دنازو انا یاد محمد اسمعيل يون نوی پرلیکه ۶۸ محمد ګل خان مومند محمد اسمعيل يون نوی پرلیکه شمیر اسلامي او مذهبي کتابونه لیکوال یا ژباړن حالت ۶۹ قران اعظيم الشان وروستی اسماني کتاب پرلیکه ۷۰ فضل الرحیم پښتو تفسیر علامه ابوالفضل افغاني پرلپسې لړۍ ۷۱ صحیح ابخاري - فضل الباري شرخه علامه ابوالفضل افغاني پرلپسې لړۍ ۷۲ اسلام او موسیقي محمد حسن حقیار پرلیکه ۷۳ د ښځو د حقوقو څخه دفاع په قران او سنت كې مولوي شايق احمد هميم پرلیکه ۷۴ دنبوت پای (ختم نبوت ) قریب الرحمن سعید پرلیکه ۷۵ اسلام او بانکي مسایل مصطفی نیازی پرلیکه ۷۶ محاسن الاسلام علامه ابوالفضل افغاني پرلپسې لړۍ ۷۷ محرم الحرام او د کربلا شهيدان علامه ابوالفضل افغاني نوی پرلیکه ۷۸ ربیع الاول او میلاد نبوي علامه ابوالفضل افغاني نوی پرلیکه ۷۹ لوی اختر او مقدس مقامونه علامه ابوالفضل افغاني نوی پرلیکه ۸۰ تصوف او عرفان علامه ابوالفضل افغاني پرلپسې لړۍ ۸۱ سلطان صلاح الدین ایوبي قریب الرحمن سعید نوی پرلیکه ۸۲ پښتو قدوري جان محمد کاکړ پرلیکه ۸۳ توضیح سنت فی ردالبدعت مولوي محمد اصف صمیم پرلیکه شمیر بیلا بیل کتابونه لیکوال یا ژباړن حالت ۸۴ پخلئ ( اشپزي ) جميله هيمت پرلیکه ۸۵ بنګ حبيب الله الحاج امين باوري پرلیکه ۸۶ پایلوچ محمود نظري پرلیکه ۸۷ انساني سرکس پوهنمل محمود نظري پرلیکه ۸۸ ګل خبري حاجي محمد رزمي پرلیکه ۸۹ استاد زیار محمد اسمعيل يون نوی پرلیکه ۹۰ د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زيانونه محمد اسمعيل يون نوی پرلیکه لاندي کتابونه د پرلیکه کیدو په درشل کي دي ـ دښاغلي احمد شاپوپل د کتابونو بنډل (۱۲ کتابونه)ـ دښاغلي پوهندوی محمد اسمعیل یون د کتابونو بنډل (پاته ۱۹ نور کتابونه)ـ د خيام سُرونه د پښتو په تال كي :د عبدالباري جهاني شعري ژباړي ـ په فلسفه کښي تلپاته پېښي : دنصیراحمد احمدي ژباړه ـ دراغند د څپو ژبه ( لومړی ټوک ) : دصالح محمد صالح راټولونهـ د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ټوک ) : دصالح محمد صالح راټولونه ـ محدود مقاومتي سیل : دعنایت ساپي کتاب ـ لوی احمد شاه بابا او څلور انده ـ رمز د سعید زابلي شعري ټولګه ـ فقه : پوهاند محمد اسحاق حسين خيل کتاب چي د شرعياتو(لوړو زدکړو لپاره لیکل شوی ) ـ ادبي نثرونه : دارواښاد علامه پوهاند عبدالشکور رشاد اثرـ دکارنامو میرمني : دارواښاد علامه پوهاند عبدالشکور رشاداثر ـ دبینوا یاد : دارواښاد علامه پوهاند عبدالشکور رشاد اثر ـ دګلوګیډۍ دارواښاد علامه پوهاند عبدالشکور رشادشعري ټولګه ـ افغانستان او طالبان : د مولوي وکیل احمد متوکیل کتاب ـ اروایی روغتیا دصالح محمد صالح ژباړه ـ نور الظلم (روښنائي دتاريكى ) د جان محمد کاکړ ژباړه او له (۷۰۰) څخه زیات نور کتابونه چي یوپه بل پسي به پرلکه شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جرمنی د کولن په ښار کی ادبـی ماښامی جوړشو", "output": "په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو کولتوری ټولنی د2008ع کال د اکتوبر د میاشتی په څلورمه (4 مه) نیټه دخالی (شنبی) په ورځ دپښتو ژبـی د خوږ ژبي وتلي شاع� �،لیکوال اوکیسه لیکونکی ښاغلي محمداجان «یار» د ادبی چوپړ د درناوی او لمانځنی په موخه د کولن په ښار کی ادبی او کولتوری دروند ماښامی جوړ کړ ، چی دپښتوادب ګڼ شمیر مینه والواو هیوادوالوپکی ګډون کړی ؤ. غونډه د ماښام په اوه بجو د ښاغلی نصیر ستوری په ویاندې پیل او د ښاغلی مبارز څاپی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په لوستلو سره پرانستل شوه. ورپسی انجنیر فریدالله ساپــی د ټولنی په استازیتوب پ� �انستونکی وینا واوروله، بیا ښاغلی سیدرحیم یوسفی د ښاغلي محمداجان «یار» په ژوند لیک څ یړنیزه مقاله ولوستله، همدا راز انجنیر معاون ګران برهانی، میرمن ستورئ منګل. قانون پوه همایون روفی ،ښاغلی مالیار یار او ډاکتر لونګ يوسفزی په خپلو مقالو کی د ښاغلی محمداجان یار په شعر، کیسو او ادبـی ب� �خه پوره پوره رڼا واچوله . ورپسی د یار صیب شعرونه، نظمونه او همدا راز د یار صیب په اړوند شعرونه او ازاد شعرونه میرمن ستورئ منګل، ښاغلیو مبارز څاپـی، ، مطیع الله روفی ، محمدامین سادات، نسیم ستوری، مصطفی ارین بهار، فریدالله ساپــی، ډګروال علی محمد مجبور، عزیز سرشار، زلمی قاضیخیل، اتل سالارزی، متین غرزی، خالد ساپـی او غرنی شینواری له خوا کډونوالو ته واورول شول چی په چکچکو بدرګه کیدل . د ښاغلی ولایت خان ځدران شعر د انجنیر اسحق له خوا ولوستل شو. د مشاعری په پای کی ښاغلی محمداجان یار خپله لنډه وینا وکړه او څو � �عرونه یی حاضرینو ته واورول ، دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنی څخه یی ددی غونډی په جوړیدو مننه وکړه. د ټنګ ټکوردپیل څخه دمخه دهیواد وتلی ممثلی میرمن ستورئ منګل، میرمن ګلالئ مموزئ او انجنیر مطیع ا� �له روفی له خوا په زړه پوری تمثیلی ټوټه وړاندی شوه چی ادبی ماښامی یی لا خوندور کړ. دټنګ ټکو� �چاری د ښاغلی اتل سالارزی له خوا سمبالیدی،چی د پښتو ژبـی خوږ ژبـو سندرغاړو ښاغلی محمد نادر صدیقی ، ښاغلی غرزی متین او ښاغلی الطاف خان زړه راښکونکوسندرو محفل لا پسی رنګین کړ. غونډه د شپی په دولسو بجو نوموړو سندرغاړو، او تخنیکی مرستندویانو هریو ښاغلی صاحب الله خسرو اوښاغلی نسیم ستوری ته د ګلونو د ګیډو په ورکولو، مننی او دانجنیر عبدلغفار ستارزوی له خواپه لنډه وینا او ګډونوالو ته په مخه ښی سره د شپی په دولسو بجو پای ته ورسیده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هجرانه", "output": "هجرانه لږ مې پريږ ده يوار ځم بير ته درځم په بيړه لږ د يا ر ديدن كوم بي� �ته درځم كه راكړې اجازه په پټه ځم له ټو� � عالمه سوګند كوم چې څوګ نه خبروم بيرته درځم كه لاړنشم د� �دونه به مې تانه هم جدا كړي ټپونه د زړګي ټګوروم بيرته درځمچې كړي مي لوظونه وو اشنا سره د مينېهغه په بختورو خرڅوم بيرته درځم چې هغه هم زما په شان د تا وخت ضايع نګړيزړګى يې زما له مينې صبروم بيرته درځمچې زړه كې مي نيولي وو چې داسې به كومهخپلې هي� �ې اوميدونه هيره وم بيرته درځم چې نورم ې د وصال پوښتنه ونكړي ما هير كړه اشنا ته دايو پيغام ليږم بيرته درځمصرف ځم د محبت دنياكې ستا مضمون به حفظ كړم خوښى يې په معنا كې لټوم بيرته در ځم چې څوګ د محبت په غم اخته ندي هجرانه هغوي ته هم دا ستا قانون ښايم بيرته درځمدستا په موجوديت كې ( ملالى) هرڅه پرايښيهجرانه ستا شعرونه جوړوم بيرته درځم خوست"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاناډایی عسکر د ټپي طالب په وژلو محکمې ته وړاندي کړای شو", "output": "رپوټ: ایرج له تورنتو څخه ایډیټ: میرویس جلالزی په افغانستان کې د کاناډا د پوځ یو سرتیری په هلمند ولایت کې د یوه ټپي طالب په وژني د دوهمي درجې قتل له تور سره مخامخ شوی دی. دغه پیښه د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د عینک په سیمه کې رامنځ ته شوي وه. رابرت سیمراو د تیر میلادي کال په وروستۍ ورځ په هلمند کې له طالبانو سره د یوې لنډي جګړې وروسته د طالبانو یو پاتې شوي ټپي ملګری په دوو ګولیو وویشت او مړ یې کړ. سیمراو وروسته تر هغه ونیول شو چې یوه پوځي ملګري یې پرې شاهدي وویله او د هغه دوسیه پرون بیرته پوځي څارنوالۍ ته وسپارل شوه. چارواکي وایې چې تورن سیمراو د هغې ډلي په چوکاټ کې وو چې له افغان اردو سره یو ځای په هلمند کې د طالبانو تر برید لاندي راغلي ول خو هغوي سمدستي د هوآيي ځواک ملاتړ وغوښت او طالبان په شا شول. دکاناډا پوځي څارنوالان وایې چې له ټپې پاتې طالب څخه وسله اخیستل شوي وه او په داسي حال کې چې له بدن څخه یې ډیره وینه تللي وه د تورن سیمراو له خوا په دوو مردکیو وویشتل شو او سا یې ورکړه. د دغې پیښې یو شمیر شاهدان د افغانستان دملي اردو سرتیري دي. د کاناډا د جزا په قانون کې دوهمه درجه قتل هغه قتل دی چې یو کس د قتل قصد ونه لري او قتل ترینه وشي او له لسو څخه تر ۲۵ کلونو بند پوري سزا ورته ټاکل شوي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بینوا ویب پاڼې ته مبارکي وایم او ...", "output": "تر کومه ځایه چې زه خبر یم بینوا پاڼه په ډیرو کمو امکانو خو په یوه لوی او ټینګ هوډ سره پيل � �وه ، په لږ وخت کې یې زیات لوستونکې پیدا کړل او په څلورو کلونو کې یې د نړۍ په کچه محبوبیت او ارزښت لاسته راووړ . هر پښتون چې له انټرنیټ سره اشنايي لري د بینوا پاڼه به ... بسم الله الرحمن الرحیم عرب امارات دوبی .نیټه :30/6/2008 ټولو ښاغلو لوستونکو ، د بینوا کار کونکو او د بینوا ټولنې غړو ته د بینوا ویب پاڼې د پنځم خپرنیز کال مبارکې وایم . بینوا پاڼه د پښتو او پښتنو لپاره په نوې ټکنالوژي کې ځانګړی ارزښت لري ، دا ټکې باید د پښتو د ادبیاتوپه تاریخ کې په غټو ټکو ولیکل شي .پورته خبرې مبالغه نه بلکې زما په اند یوه جوته خبره ده ، ددې خبرې ثبوت به په راتلونکې کې د تاریخ قضاوت ته پریږدو او موږ به هڅه وکړو چې د بینوا تیر څلور کلونه و ارزوو. په عمومي توګه ټولې پښتو انټرنیټ پاڼې خپل خپل ارزښت لري . خو د بینوا ویب پاڼه هغه لاسته راوړنه ده چې پښتواو پښتانه لیکوالان یې په نړیوال جال کې دلومړي ځل � �پاره سره راغونډ کړل، هغه لیکوالان او لوستي پښتانه چې په بهرني هیوادونو کې میشت وو له پښتو لیک دود ، خبرونو ، شعرونو ، لنډو کیسو ، ادبي لیکنو ، سیاسي تبصرو او اسلامي مالوماتو سره یې یو ځل بیا ا� �نا او په توان برابر کسان یې تشویق کړل چې خپلې ګوتې او قلمونه په نوې بڼه پورته او د پښتو په الفبا باندي یې وښوروي . په هیواد کې میشت ځوان کهول ته یې ډاډ ورکړ چې پښتو هم د انټر نیټ ژبه شوه او کولی شي له سیالوژبو سره په څنګ کې د نوې ټکنالوژي په مرسته وړاندي لاړه شي .تر کومه ځایه چې زه خبر یم بینوا پاڼه په ډیرو کمو امکانو خو په یوه لوی او ټینګ هوډ سره پيل شوه ، په لږ وخت کې یې زیات لوستونکې پیدا کړل او په څلو� �و کلونو کې یې د نړۍ په کچه محبوبیت او ارزښت لاسته راووړ . هر پښتون چې له انټرنیټ سره اشنايي لري د بینوا پاڼه به خامخا په هر ځل کشینستو سره یو ځل خلاصوي . په لاندي برخو یې غواړم لږ رڼا واچوم . خب� �ونه :بینوا پاڼه پښتو او پښتنو ته د خدمت په موخه جوړه شوې ، په هر راز حالاتو کې یې د حقیقت د ویلو څخه انکار نه دی کړی او د ورځي او ګړۍ خبره یې بې له کومي اقتصادي او مالي ملاتړه خپور کړی دی . د بینوا کارکونکو نه ستړې کیدونکي هلي ځلې کړې تر څو په داسي کړکیچن سیاسي حالت کې واقیعیتونه خپاره او د ملت قضاوت ته یې پریږدي . خبرتیاوي :د بینوا د خبرتیاوو برخه ډیره په زړه پوري او مهمه برخه ده ، ځکه چې د هغو کلتوري غونډو، نوو چاپ ښویو کتابونو یا مجلو ، مشاعرو ،علمي سیمینارونو ، او نورو ډول ډول پرمختګونو په هکله ټوله پښتانه � �یکوالان او مینه وال په وخت سره خبروي .بریښنايي کتابتون :دا برخه له هغو پښتنو وروڼو سره لویه م� �سته ده کوم چې په بهرنیو هیوادونو کې میشت دي ، نوي چاپ شوي کتابونه په وخت سره نه شي ترلاسه کولی او ځیني مهم او مستند کتابونه لکه د بینوا اثار او نور د تحقیق او څیړنو لپاره ښه اسانتیا هم ده . هیله ده په دې برخه کې نو رپرمختګ هم وشي .اسلام او مذهب: د اسلامي لیکنو او مالوماتو لپاره ډیره ښه او اړینه برخه ده ، په دې ب� �خه کې زیاتي پاملرنې اوکارته اړتیا شته چې باید په ګډه سره ټول دیني علما په پښتو ژبه دیني مالومات او څیړنې د نړیوال جال په مرسته له مسلمانو وروڼو سره شریکې کړي . ( د نفیس ټولنې لپاره د بینوا ځانګړې پاڼه د یادلو او ستایلو وړ ده )جادوګر غږونه :دا برخه هم زیات مینه وال لري ، د بینوا پاڼه باید دا راز نور نوښتونه وکړي تر څو یې د هري برخې مینه وال زیات شي . په ټولو برخو یې خبري کول زیات وخت نیسي پورتنۍ برخې یې ماته زیاتي په زړه پوري دي .رابه شو ځینې مهمو وړاندیزونو ته .۱:- د انځورنو برخه : دلته که په پښتو ژبه دیوالي انځو� �ونه ، جالب انځورونه او نور په زړه پوري ګرافيکي توکې ځای پر ځای شي ډیر مینه وال به ولري . په بینوا کې په خوا د انځورونو برخه وه چې ډیره په زړه پوری وه خو بیا له مینځه ولاړه هیله ده بیرته فعاله شي .۲:- د پوستکالو برخه :- د کمپيوټر لپاره اړین او خاص پروګرامونو ته لینک اویا د پروګرامونو وړاندي کول .۳:- د مبایل رینګونو او ویدیويي سندرو برخه : دا برخه کولی شي د بینوا ویبپاڼه په لر او بر افغانستان کې زیاته مشهوره کړي ځکه مبایل او د مبایل بوختیاوي په افغاني ټولنه کې اوس بې ساری پرمختګ کړی او ټوله خلک په داسي ویډیو انځورونو او نغمو پسې ګرځي ، خو باید په اسلامي او افغاني چوکاټ کې برابر توکې خپاره شي .۴:- د قاموس ( ډیکشنري برخه ) که امکان ولري .۵:- د کره کتنې لپاره یوه برخه ، همدا راز د اونۍ یا میاشت انتخابي لیکنه ، شعر یا انځور .۶:- د یوه م یسینجر یا چټ خونې د منځ ته راوړلو اسانتیا ، چې یو ځل یې اوازه هم خپره شوې وه خو بیا وروسته معلومه نه شوه .۷:- د پلټنې د اسانتیا لپاره که کومه لنډه او اسانه لاره جوړه شي . دا برخه تقریباً په ډیری سایټونو کې شته هیله ده په بینوا کې هم فعاله شي .۸:- د ځینو ځانګړو مناسباتو لپاره لکه واده ، کوژدن ، لمانځ غونډه ، ویر او غم ... او داسي نورو لپاره ځانګړي شعرونه راټول او په یوه برخه کې ځای پر ځای شي تر څو خلک د اړتیا په وخت کې په لنډه توګه خپله ستونزه حل کړي .داوس لپاره همدا وړاندیزونه .په تیر کال کې د بینواپاڼي ځینې نیمګړتیا وي :د کمپیټر پوهنې برخه : دا برخه که څه هم ډیره ضرور ده خو په منظمه توګه ونه توانیده چې لیکنې خپرې کړي ، ځینې وخت خو یوه معمولي خبره د یوه غټ عنوان لاندي راتله حال داچې ټول عنوانونه په یوه لیکنه کې هم ځای پر ځای کدی شوو.در سنیو ځنځیر : دا برخه په وخت سره نه اپډیټ کیدله . باید په دې برخه کې له بینوا پاڼې سره د ټولنو او خپرونو مسؤلین مرسته وکړي .پښتو ویب پاڼي : ددې برخې توکې هم په وخت سره د نه دي اپډیټ شوي ، هیله ده په راتلونکې کې یادو شویو ستونزو ته په کتو سره نور پرمختګ هم وکړي .د بینوا پاڼي یو همکار او مینه وال دعکس دغټ لیدلو لپاره پرعکس کلیک وکړی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزه :پنځوس فلسطینیان وژل شوي", "output": "غزه کي صحي مامورینو ویلي ، له کله چي اسرائيلي ځواکونو پرغزې تړانګه ، ځمکني بریدونه کړي ، دوژل شویو شمېریې پنځوس کسان ښودلي . دغه برید چي ۲۴ ساعتونو څ خه اوس اوړي او دویمي ورځي ته غځېږي ، اسرائيلي ځواکونو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې. دفلسطین صحت عامې وزارت یوه م امور ویلي وه ، چي ډېریو سیمو ته امبولانسونه او بېړنۍ مرستي نه شي رسولای ، او کېدای شي دمرګ ژوبلي شمېره له دې هم جګه وي . اسرائیلي ځواکونه پسله اته ورځو هوايي بریدونو تېره ورځ یې خپل ځمکني بریدونه هم پیل کړل ، چي جوماتونه ، کورونه او دحماس ډلي اړوند امنیتي تم ځایونه یې له منځه وړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جوماتونو امامان او خطيبان روزل کيږي", "output": "٦ د وري ١٣٨٤ دجوماتونو خطيبانو او امامانو ته، دنويوميتودونو دښودلو سيمنار د هيواد په پلازمېنه کابل کي پيل شودهېواد د جوماتونو خطيبانو او امامانو ته د نوي ميتودونو د ښودلو په موخه يو مياشتنى سيمينار نن د وري د مياشتي په ٦مه نېټه پيل شو .دغه سيمينار چې، د حج او اوقافود وزارت او د مصر د هيواد په مرسته جوړشوى دى ، په نويو ميتودونو کې به امامانو او خطيبانو ته د وعظ پر مهال د يوې موضوع اورول او نور تخنيکونه ورښودل کيږي. په لومړۍ دوره کې به د کابل نږدې ٢٥ تنه امامان او خطيبان د کابل د شهرنو د اتفاق هروي په جامع جومات کې وروزل شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتيکا کې امریکې د درندې مرګ ژوبلي خبر ورکړی", "output": "د امریکې به مشرۍ ګډاقوامي ځواکونو نن وویل چې د پکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې یې د یو تدافعي برید پر مهال لږ تر لږه ۵۵ دولت ضد وسله وال وژلي چې په هغوې کې د طالبانو دری سیمیز مشران هم شامل دي.د ایتلافي ځواکونو یو بیان وایې جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو کسانو د افغان او ایتلاف پر یوه ګډه ګزمه غلچکی برید وکړ او ایتلاف سمدستي له هوایې ځواک څخه مرسته وغوښته .که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي خو مشترک ځواکونه وایې چې ډیره مرګ ژوبله د هوایې ګزار له امله مخا� �فینو ته ور اوښتي ده .پکتیکا ولایت له اوسني پاکستان سره اوږده پوله لري چې د پاکستاني دولت او قبایلي طا� �بانو د سولي تر وروستۍ هوکړي وروسته پکې تشدد په نه منونکي ډول زیات شوی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا کرزی استعفا ته اړ باسي", "output": "د وروستيو � �خړو او امنيتي حالاتو په پامنيوي سره امريكا غواړي اوسنى ولسمشر حامد كرزى استعفا وركړي. د المان د فوكس مجلې په وينا، المان په دغو ګنګوسيو سخت اندېښمن دى او په كابل كې يې د خپلو ډيپلوماټانو له لارې له امريكايانو سره دغه اندېښنه شريكه كړېده. د جرمني اژانس د خبر پربنسټ، په كابل كې داسې ګنګوسي دي،چې امريكا غواړي ولسمشر حامد كرزى او د هغه د كابينې يو شمېر غړي استعفا ته اړباسي. كابل ميشتو امريكايي چارواكو دغه ګنګوسي په سختو ټكو رد كړي او وايي، له كرزي او د كرزي له دولت نه به خپل ملاتړ ونه سپموي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل ښاریان د سعودي عربستان له قونسلګرۍ شکایت لري", "output": "د کابل ښار دمکرویانو او شش درک سیمي اوسیدونکي د سعودي عربستان له قونسلګرۍ سرټکونه کوي. هغوي وایې چې د شش درک په سیمه کې د سعودي عربستان � �ونسلګرۍ تقریبا ۳۰ متره پیاده رو په کانکریټي دیوالونو بند کړی او پلې خلګ د څړک له سر څخه تیریږي را تیریږي. هغوي وایې چې د پیاده رو د بندیدو له امله نن د ایساف ځواکونو یوه موټر یوه ماشومه چې ښونځي ته روانه وه د همدې واټ په غاړه ووهله او روغتون ته تر رسیدو دمخه یې سا ورکړه. د یادو شویو سیمو اوسیدونکي له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دا پیاده رو د تګ را تګ پر مخ خلاص او په زرګونو خلک له دې ستونزي وژغو� �ي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار د هلیکوپتر په لویدلو کي لس د فلپاین وګړي وژل سوی", "output": "د فلپین د هیواد چارواکي خبر ورکوي چي په هغه هلیکوپتر کي چی دوي ورځي وړاندي د کندهار په هوايي میدان کي غورځيدلی لس ف� �پاینیان هم وژل سویدي د فلپین یو چارواکي کارمیلا ډومزن یوې محلې ورځپاڼي ته ویلي چي د ف� �پاین دغه اتباع په قانوني ډول د دریو او پنځو کلونو لپاره افغانستان ته د کار کولو لپاره تللي ول خو وروسته تر هغه چي د دوي هیواد افغانستان ته د کار لپاره پر تللو بندیز ولګاوه دغه وګړي همالته پاته سول فلپاین افغانستان ته د خپلو وګړو پر تللو له دې امله بندیز لګولي چي پدې هیواد کي د نا امنۍ پيښي زیاتي سویدي هغه ملکي هلیکوپتره چي دوي ورځي وړاندي د کندهار په هوايي ډګر کي ولویده د روسيې د هیواد مربوطه وه ، چي پکښي شپاړس تنه ووژل سول تردې مخکي په یاده پيښه کي د څلورو نیپالیانو د وژل کیدلو خبر هم ورکول سوی وو خو د دوو نورو وژل سویو کسانو هویت لا معلوم ندی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا سفارت ته نږدې کابل کې توغندۍ وليګد.", "output": "تيره شپه لسو بجو په کابل کې د امريکا سفارت ،ناتود ځواکونو مرکزاو دافغانستان راديو تلويزيون ودانۍ ته نږدې يو توغندۍ ولګيد چې له امله يې يوتن ساتونکى ټپي او ډير مالى زيان اړولى دي. د توغندى له پريوتو وروسته سيمه د بهرنيو او کورنيو ځواکونو له لوري کلابند او وتړل شوه او هيڅ يو بهرنى او کورنى خبريال ته اجازه ور نه کړه شوه چې د پېښې ځاى وګوري . ددغه بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې مګر د چاودنې غږ دومره قوي وو، چې په لرې پرتوسيمو کې يې غږ د کابل ښاريانو تر غوږو رسيدلى دى .چارواکو ويلى چې د سفارت کارکونکو ته هيڅ ډول زيان نه دى رسيدلى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرال سالم احساس هم د شمالي دسيسو ښکار شو", "output": "س. حامدHa_hanzala@yahoo.com د کابل پخوانى امنيه قوماندان جنرال سالم احساس چې د غويي د اتمې د ب� �يد په اړه د غفلت له امله د لوى څارنوال لخوا له خپلې دندې تعليق شوى و، دامهال له قومانداني نه لېرى شوى او د � �مالي ټلوالې يو پخوانى غل يې پر ځاى امنيه قوماندان ټاکل شوى دى. جنرال احساس چې د څو مياشتو په لړ کې په کابل کې د غلاو، تښتونو او وژنو کچه له نشت سره برابره کړه په ټول افغانستان کې د ښه پوليس په توگه پېژندل شوى. هغه به د شپې او ورځې کار کاوه څو خلک په ارامه ژوند وکړي. د ښاغلي احساس په وخت کې په ريښتيا هم ډېرې چاودنې او بريدونه وشول، خو تر کومه ځايه چې د هغه په دندو پورې اړه لري، په ښار کې يې غله او لنډه غران ښه قابو کړي و او د هغوى په وړاندې يې کلکه مبارزه پيل کړې وه.جنرال احساس او د لوى څارنوال ځوانيد غويي د اتمې له بريد نه وروسته چې ک� �ه لويې څارنوالي په دې اړه څېړنې کولې، څو تنه يې په بريد کې د غفلت په نامه له دندو گوښه کړل. په هغو کې چې وکتل شي ډېرى يې هغه پښتانه پوليس او امنيتي چارواکي دي چې په يوه نه يوه توگه له شمالي ټلوالې او د امرالله صالح له کسانو سره په ټکر کې دي. جنرال سالم احساس، نظر شاه، جنرال عبدالرحمن او داسې نور هغه کسان دي چې په کابل کې يې د شمالي لنډغرو مخه نيولې وه، له همدې امله د صالح ملي امنيت د هغوى په وړاندې خنډونه جوړول، د جنرال سالم د قوم اندانۍ پر مهال چې کوم بريدونه په کابل کې وشول، په ډېرو کې يې د ملي امنيت د لوى رياست لاس و. د غويي د اتمې په ب� �يد کې هم د ډېرو په وينا د شمالي ټلوالې چې صالح يې ټينگ غړى دى او ملي امنيت يې هم په خدمت کې دى لاس و. ددغه بريد زور بيا هم متاسفانه له پښتنو ووته، د کابل تکړه امنيه قوماندان د هغه څارنوال لخوا تعليق شو، چې د دوستم ښکر يې ورمات نشواى کړاى، د جرات لخوا يې وهل وخوړل او چکري ورته سپکې سپورې ووېلې. څارنوال ثابت اوس له امريکايانو زده کړي دي چې د افغانستان کوم خلک ښه وهلى شي. که په کنړ، پکتيکا او هلمند کې امريکايان د پښتانه سپين ږيرى او ماشوم وژلى شي، په کابل کې هم د جنرال فتاح په اشاره څارنوال ثابت د پښتنو سټې له واکه لرې کولاى شي. لوى څا� �نوال چې په ډارنتوب کې ورته هر افغان لوړه نمره ورکړې، په دومره بېړه د کابل د پوليسو او امنيت پښتانه مشران لرې کړل، چې په دومره وخت کې يې د جرات او دوستم په اړه خبره هم ونکړاى شوه. له جبار ثابت نه خلکو هيله لرله چې دوستم چې د يو چا پر کور او کورنۍ يې بريد کړى و محکمې ته را وکاږي، خو هغه د دې کار پر ځاى هغه څوک را و پرځاوه چې د دوستم کوريې کلابند کړى و او ويل يې چې د څارنوالي د حکم پر اساس دې ته حاضر دى چې دوستم لاس تړلى بنديخانې ته واچوي. جنرال احساس د يوه افغان او مسلکي پوليس په توگه هر هغه څه چې يې له لاسه کېدل د کابل د امنيت په اړه وکړل. هغه د خداى بښلي خاکرېزوال په څېر په کابل کې د شمال لنډغرو د مخنيوي هڅې هم وکړې، خو شماليوال کله دا مني چې له کابل نه دې ددوى واک ختم شي. لوى څارنوال هم همدې ته په کتو هغه څه وکړل چې ټول هيواد يې پې خفه کړ. افغان ولس لوى څا� �نوال ته وړانديز کوي چې دا نور څه پښتانه هم چې په کابل او يا نورو ولايتونو کې کار کوي له دندو تعليق او و� �وسته لرې کړي، داځکه چې هغوى نه حضرت لري، نه فهيم او رباني چې ملاتړ يې وکړي، هغوىدداسې يوه ولسمشر تر واک لاندې کار کوي چې يوازې خپله څوکۍ او شمالي لنډ غر ورته مهم دي نه کوم بل څوک.ولسمشره ښه پرېکړه دې وکړهد پارلمان يوه غړي راته ويل چې يو وخت د افغانستان د ملي امنيت مشر امرالله صالح له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو کرزي يې استعفا تر شپږو مياشتو وځنډوله او بيايې ځواب ورته راولېږه چې ته له دې دندې نه شې گوښه کېداى. له هغې وروسته د کابل ښاروالي مرستيال ښاغلي غرزي خواخوږي له دې امله چې همدې د شمالي لنډغرو د طالب او کمونيست په نامه سپک کړ او بدې بدې خبرې يې پسې وکړې ولسمشر ته د دندې پرېښودو وړانديز وکړ. ولسمشر هم بې له ځنډه د نوموړي پرکاره چارواکي استعفا امضا کړه او غرزى يې له حکومت نه ووېست. دا ځل هم ولسمشر ډېره ښه پرېکړه وکړه، د يوه مسلکي، په کار پوه او هڅانده امنيه قوماندان جنرال سالم احساس خبره چې کله تر ده ور ورسېده، د شمالي ټلوالې د غلو لست ته يې لاس کړ او ايوب سالنگي يې د هغه پر ځاى امنيه قوماندان وټاکه. د ولسمشر کله دا په کابل لورېږي چې غلاوې او شوکې دې ترې ورکې وي، له همدې امله يې د غلو يوه مشر ته بيا د کابل قومانداني ورکړه او يو ځل بيا يې خلکو ته وښوده چې دلته يوازې غ� �ه د ژوند کولو حق لري نه عام خلک. ولسمشر ته خو د بابه جان، سالنگيانو او امان الله گذر قوماندانيانې ما� �ومې دي، هغوى خو هم د خلکو په مال تېرى کوي او هم د خلکو په ناموس، نو څنگه يې دې ته زړه ښه کړ چې يو ځل بيا هغوى ته د کابل واک ورکړي. خداى دې ولسمشر ته خير ورکړي، ددې خلکو دومره غم ده ورسره چې د لږ وخت لپاره يې هم د پخوانيو دوستانو د رحمت له سيوري لرې نه پرېږدي، که شمالي ټلواله دا څه موده له کابله لرې وه، اوس يې بيا د خلکو د خوشح الولو لپاره په کابل واکمنه کړه او د پښتون او پښتو لمن يې د کابل له امنيه قومانداني ټوله کړه. ښه مې په ياد دي، يوځل د هيواد يوه شمالي ولايت ته تللى وم، هلته يو چا راته قسم وخوړ چې همدې سالنگيانو به چې کله د کابل ام نيه قوماندانۍ په لاس کې لرله، په خپل موټر کې شهدائ الصالحين او نورو سيمو ته بوول او تاريخي آثار به يې و� �باندې را اېستل او بيا به يې په پاکستانيانو پلورل. ولسمشر ته ښايي د شماليوالو پاکستان ضد شعارونو خوند و� �کړى وي، خو نه داسې نه ده، هغوى د پښتو او پښتنو لپاره په پاکستان لعنت وايي، هسې خو يې چې گټه وي، خپل هر څه له پاکستان نه ځاروي، هغوى چې د روس غلامي کولاى شي، نو د پاکستان په وړاندې سترگې برگوي؟ولسمشره آفرين، داد ې ښه پرېکړه وه، پرېنږدې چې په کابل کې د عدالت او امنيت څرک تر سترگو شي، دا پکتياوال دې هم چې دومره پريښى ښه دې نه دي کړي، لرې يې کړه او داسې څوک د جنايي پېښو پر ضد د مبارزې څانگې مشر کړه، چې لږ تر لږه خو د لنډ غرو بانډونه او � �لې ولري. پښتانه څه کوي، شپه او ورځ کار کوي او د ښار له چلونو سره نه دي بلد. خلک بايد څه وکړيدا لومړى ځل نه دى چې داسې کېږي. په لسگونو ځله د کابل او هيواد په کچه داسې شوي چې د پښتون په لرې کېدو او د نورو په ټاکلو کې له منډې کار اخيستل شوى. ولسمشر، لوى څارنوال او د کورنيو چارو وزارت په دې هرڅه ښه پوهېږي، خو متاسفانه چې همدا � �اره يې غوره کړې ده. ولسمشر هم ددې پرځاى چې له تېرو کلونو پند واخلي، بيا پخواني کارونه تکراروي او د خلکو په سر د ظلم او وحشت مېچنې گرځوي، خلکو ته په کار ده چې په زغرده نور د ولسمشر ددغو کارونو په وړاندې جبهه ونيسي، د ملت استازو ته هم په کار ده چې د هغه سر په دې خلاص کړي چې د خداى لپاره رايه دې د پښتنو وړې او واکونه نورو ته سپارې. ولسمشر که نور نه سمېږي او په دغو کارونو ټينگار کوي، هر افغان چې په راتلونکو ټاکنو کې له هغه نه ملاتړ کوي د م لي خائن نوم به ورته د افغانستان په تاريخ کې ورکول کېږي ځکه چې همدغه ولسمشر په هيواد کې ملي خائنانونه ملي ات� �ان جوړوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د آشیانې دفتر یوه ادارې مسول ته اړتیا لري", "output": "په کابل کې د آشیانې په نامه د بي سرپرستو ماشومانو ټولنه د خپلو کاري چارو د انسجام لپاره یوه ادارې مسول ته اړتیا لري. دغه اداره ژمنه ده چې دغه کارمند ته کافي معاش ورکړي. تاسو کولاۍ شې خپل اسناد په لاندې پته د مارچ میاشتې له ۱۹ څخه د دغې م یاشتې تر ۲۹ پورې واستوی. پته: ASCHIANA Org next to the Ministry of Women Affairs opposite to ASSA guest house Share-naw, Kabul, AfghanistanMobile: 0093-0777 243591Email: aschiana@yahoo.com.au"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګردیز کي درې ماین ښخونکي دخپل ماین ښکار شول", "output": "د ګردېز خوست پر لويه لاره د ګردېز ښار په اړونده سيمه کې دشنبې ورځې په سهار درې ماين خښوونکي پخپلو چاودېدونکيو توکيو ووژل شول .ددغه ولايت امنيه � �وماندان مل پاسوال عصمت الله عليزي د زمري خوست تلويزيون ته وويل چې دغه چاودنه دشنبې ورځې په سهار د اوو بجو په شاوخواکې د ګردېز د نلګۍ په سيمه کې وشوه. ده زياته کړه چې درې تنو په ياده شوې سيمه کې ماينونه خښول، چې چاودېدونکي توکي پخپله پر ې وچاودېدل او درې واړه يې ووژل . د عليزي په وينا، په وژل شويو کسانو کې دعامې � �وغتيا يو برحاله مامور ( روغتياپال) هم شامل دى . امنيه قوماندان وويل چې د چاودنې له ځاى څخه بېلچې، کلنګ او نور وسايل ترلاسه شوي، چې د سړک په کيندلو کې ترې کار اخيستل کېده . د پکتيا د ولايت مرستيال وکيل عبدالرحمن منګل ياده شوې پېښه تاييد او ويې ويل چې دغه مړي د عامې روغتيا روغتون ته انتقال شوي دي . خو د عامې روغتيا چارواکيو په دې اړه له څه ويلو ډډه کړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالب جنګيالي لغمان کې د بريدونو ادعا کوي", "output": "طالب جنګيالي ادعا کوي چې په مخامخ نښته کې يې د لغمان د عليشنګ د کلانزيل په دوه لاره کې نن پنځه تنه بهرني عسکر وژلي دي . ددغه ډلې يو وياند قاري يوسف ويلي جګړه غرمه مهال پيل اوټوله ورځ يې دوام درلود .نوموړى ادعا کړې چې پرسيمه د ائيتلافي ځواکونو له خوا بم باري شوې او ګڼ شمير ولسي وګړي په کې مړه او ژوبل شوي دي . همداشان طالب وياند ادعا وکړه، چې ددولت شاه ولسوالۍ په زرکمر سيمه کې يې د امريکايي ځواکونو په کاروان بريد کړى دى، چې له امله يې د نوموړي په وينا تر ٢٠ ډير عسکر وژلي او ٥ ټانګونه ( ښوبلى ) يې له مينځه وړي دي . ده ويلي چې د بريد پر مهال ٣ تنه طالبان وژل شوي او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امنيتي وضع؛ ناکامۍ او د نويو ستراتيژيو اړتيا", "output": "ولسواکي په خپل کورني بعد کې په دوو توکو(( رضايت)) او ((ثبات)) ولاړه ده. دغه توکي ولسواکي له يوه اړخه له دولت او له بل اړخه له ملت سره تړي او ددغه تړاو په پايله کې مشروعيت او مقبوليت زېږوي. دغه ډول ولسواک حکومتونه امنيت تر نورو هغو ښه را پېژندلاى شي. په اوسمهالي پېر کې رښتينى ثبات د سياست او حکومت په لړ کې د ولس له (( رضايت)) پرته شونى نه برېښي. ولسواکي په بهرني او نړيوال بعد کې په امنيتي معادلاتو کې ډېره اغيزناکه برېښي، خو دا له کورني هغه سره توپير کوي. په کورنيو م سايلو کې د ولس د غوښتنو ترمنځ انډول او د د وګړو د ملاتړ له مخې د سياسي نظام کارنده توب د امنيت منطقي بڼه � �اښيي. په بهرنۍ څانګه کې د امنيتي معادلو خوځند يا متحرک لامل لا تراوسه همغه ((ځواک)) يا قدرت ګڼل کيږي. پر دې دواړو سربېره ولسواکي د يوه هېواد لپاره اعتبار زېږوي او همدغه اعتبار د يوه قدرت په توګه د هېواد امنيتي ضريب لوړوي. په اوسمهالې نړۍ کې ډېرى هغه هېوادونه ، چې له ولس سره يې اړيکي پرې شوي او يا د ولس له بېباکۍ سره مخ شوي، د دښمن د رواني او پوځي تېريو پر وړاندې د درېدو توان نه لري. د امنيت د ټينګ او پورتنيو څو يادو شويو توکو د پ� �ځايښت لپاه درې اصلي منطقه کارول کيږي. لومړى هغه تشه واکمني ده، چې امنيتي ضريب د واک په غځولو کې ويني او(( له خبرو اترو)) پرته امنيت لټوي. دوهم د اقناع منطق دى، چې امنيت د (( رضايت)) له لارې لټوي او روا قدرت را زېږوي او وروستى هغه د (( ټولي- جماعت)) منطق دى، چې د ډله ييز امنيت، د نړيوالې ټولنې امنيت او همکارۍ دکتورينونه ترې � �اوځي. د کورني او بهرني امنيت په برخه کې اوسمهال تر ډېره پر (( رضايت )) ډډه کيږي. په همدې لامل کورنى امنيت پر دوو توکو بنسټ مومي: حکومت او ملت. ملت که څه هم د قدرت سرچينه ګڼل کيږي ، خو کله، چې واک په قانوني ډول واکمن پلاوي ( حکومت ) ته سپارل کيږي ، په عملي ډول د قدرت د اعمال روا حق هم حکومت ته لېږديږي. دبېنوا ویب پاڼي می کاپي کړله په افغانستان کې که ددغو توکو تطبيقي اړخ څيړو، مثبتې او منفې دواړې خواوې لري. افغانستان د ولسواکۍ پر لورګامونه اېښي او حکومت د رضايت پر بنسټ منځته راغلى، خو دغه رضايت په وروستيو څو ک� �ونو کې د بېلابېلو لاملونو له مخې کمزورى شوى او ثبات ورځ په ورځ ګواښي. په کورني بعد کې د ثبات مساله د رضايت په پرتله ډېرځله د واک غځولو له لارې پلي شوې او اپوټه منفي پايله يې ورکړې ده. څو مره، چې نړيوالو ځواکونو له پوځي لا� �و کار اخستى په همغه کچه يې ټيکاو له ګواښ سره مخ کړى، همدغسې د خبرو او پخلاينې بهير څو مره، چې اړين دى، هغسې نه دى تر سره شوى او ډېرې لږې لاسته راوړنې لري. په بهرني اړخ کې افغانستان هغسې ځواک نه لري، لکه د امريکا په څېر، چې د سپټمبر ١١ مې يې کورنى امنيت وګواښه سملاسي يې ځواک وکاراوه، خو دلته نړيواله ټولنه راغلې او نړيوال ځواکونه پراته دي، په بهرني اړخ کې که امنيت ته پېښ ګواښونه دولت نشي دفع کولاى نړيواله ټولنه او ځواکونه په دې برخه کې لږ ترلږه دومره کولاى شي ، چې د پاکستان او اېران په څېر ګاونډي هېوادونه د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې را وګرځوي. په افغانستان کې روانې ستونزې او حل لارې له دريو ارونو سره تړل کيږي:- د نړيوالې ټولنې او دولت له ځنډ او خنډ سره مخ امنيتي ستراتيژي - د افغانستان په اړه د ګاونډيانو د ست� �اتيژيو تشخيص - د کورميشتو ځواکونو (ډلو ټپلو) دريځونه او پر امنيت د هغو اغيز د طالبانو تر ماتې و� �وسته په افغانستان کې د نړيوالې امنيتي ستراتيژۍ څرک نه و. همدا بې ستراتيژيتوب و، چې طالبان او نور جنګيالي بې� �ته را پورته شول او له تشې او موقع نه يې په ګټې اخستنې سره ځانونه بېرته سمبال کړل. پاکستان د خپلې پخوانۍ ست� �اتيژۍ له مخې بېرته د طالبانو ملا وټپوله او افغانستان يوځل بيا د تېر برخليک پر لور ور ټېل وهل شو. که دولت او نړيوالې ټولنې د پاکستان( او خپلې امنيتي) ستراتيژۍ په پام کې نيولې واى ښايي، د طالب په نامه د جګړو دغه لمن دوم ره ارته او پراخه نه واى. پر دې سربېره کورني عوامل او يو شمېر ځواکونه هم د امنيت په برخه کې بې اغيزې نه دي. د وس� �ې ټولونې کمزورى بهير او په کور دننه وسله والې ډلې او له بهر سره تړلي ګوندونه ټول هغه کورني عوامل دي، چې په سويل کې د جګړې پر اور تېل پاشي. په همدې ترڅ کې د سياسي ګوندونو پر شخصي او ګوندي ګټو ولاړ دريځونه ،د پارلمان سليقوي برخورد او يو لړ رسنيز بې جلبه فعاليتونه په ټوله کې د ټيکاو پښې وهي او وضع د ښه والي پرځاى دبدوالي پر � �ور بيايي. په بهرني بعد کې تر ټولو ستر لامل د پاکستان لاسوهنه ګڼل کيږي. افغانستان او نړيوله ټولنه پاکستان د طالبانو په ملاتړ او حمايه کې پړ بولي او دا ملاتړ او حمايه جنګياليو ته دا توان ورکوي،چې د پاکستان له خاورې څخه په استفادې سره پر افغانستان بريدونه وکړي او مرکزي دولت کمزورى وښيي. همداراز د نشه يي توکو په م خنيوي او کورنيو ناکراريو کې ددولت ناتواني جنګياليو ته دا زمينه برابروي ، چې په ولس کې نفوذ وکړي او جنګيالي ومومي. په کورني بعد کې کمزورې اداره، چې اداري درغلي، بېکاري، ړندې بمبارۍ، د مکافاتو او مجازاتو نشتوالى او مصلحتونه پکې شامل دي، يوه ستره ننګونه ده. د دفاع او کورني امنيت په برخه کې ملي اردو ملي او سرحدي پوليس کافي پرسونل او وسايل نه لري، چې امنيت پرې خوندي کړاى شي. همدغسې د ملي امنيت تشکيل د ګاونډ په پرتله کمزورى، کوچنى او په لږ وسايلو سمبال دى. همدغسې په جګړه ييزو حالاتو کې د افغان ځواکونو او ناټو او ايتلاف ترمنځ د همغږۍ ن� �توالي ستونزې يو په دوه کړې دي.خو پر دې ټولو سربېره دغه ستونزې په هيڅ وجه نشي توجيه کېداى، ځکه دلته نړيوال ځواکونه پراته دي او يو مشروع حکومت دى او په هر ډول ،چې وي بايد د خلکو رضايت ترلاسه کړي. د طالبانو اونورو جنګياليو تحرکات ورځ په ورځ پراخيږي او اوس يې کابل ته نږدې سيمې تر نفوذ لاندې راوستې دي. د وردګو، لوګر او کاپيسا وروستي تحولات امنيتي وضع لا هم له ګواښ سره مخامخوي او د دولت او نړيوالې ټولنې امنيتي ستراتيژۍ ننګوي. دولت( او په ټوله کې نړيواله ټولنه ) که غواړي وضع کنټرول کړي بايد په خپل کورني او بهرني سياسي- ام نيتي بعد کې غوڅ بدلونونه راولي. په بهرني بعد کې نړيواله ټولنه او په سر کې امريکا کولاى شي پاکستان کرار کړي او لږ ترلږه د بهرنيو جنګياليو د رااوښتو او يا د هغوى د تمويل لارې پرې بندې کړي. په کورني بعد کې نړيواله ټو� �نه بايد د پوځي لارې ترڅنګ اقتصادي لارې پر کار واچوي. د بيا رغونې چارو په ژيړۍ او پنجوايي کې ښې پايلې ورکړې، ه� �ه سيمه، چې له جنګياليو تصفيه کيږي، امنيتي ارګانونه بايد پکې قوي کړاى شي. له دې پرته به همغه خرک او همغه درک وي. د ملي اردو، پوليسو او په ځانګړې توګه د سرحدي پوليسو په تقويه او تجهيز او اکمال کې بايد نړيواله ټولنه او اروپايي اتحاديه خپلې ژمنې پوره او د روزنې لړۍ چټکه کړي. څومره، چې دغه لړۍ کمزورې کيږي په همغه کچه د دولت د م خالفانو تحرکات زياتيږي او ولس له نا رضايتۍ سره مخامخوي. که دولت او نړيوال ځواکونه د ولس رضايت غواړي، د هغوى روا غوښتنې بايد په پام کې ونيسي او له بېځايه بمبارۍ او د کورونو له تلاشي بايد ډډه وکړي.په ټوله کې که د امنيتي وضعې د ښه والي هڅې کيږي، بايد پر يوې نوې ستراتيژۍ کار وشي، يوه داسې ستراتيژي، چې ټول داخلي او بهرني واقعيتونه پکې په پام کې ونيول شي، له دې پرته ښايي پر وضع کنټرول له دولت او نړيوالې ټولنې نه زياته بيه وغواړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو يو هلمندی ځوان د جاسوسۍ په تورغرغره کړ", "output": "طالب وسله والو د هلمند ولایت په م وسی کلا ولسوالۍ کې یو تن 22 کلن ځوان بهرنیو او افغان سرتیرو ته د جاسوسۍ په تور غر غره کړ .د موسی کلا ولسوال عبدالسلام وایی چی دا ځوان عبدالولی نومیده او د موسی کلا په بازار کې یې دوکانداري کوله چې مړی یې د جمعی په ورځ موندل شوی دی .عبدالولی نومی دا ځوان د پنجشنبی په ورځ طالبان خپل کور ته د تلو پر مهال وتښتاوه او سیمیزو رسنیو ته یې خبر ورکړ چې دې کس بهرنیو او افغان سرتیرو ته جاسوسي کوله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د Yahoo بریښنا لیکونه په Outlook2003کې", "output": "که چیرې تا سو د Yahoo کارونکي یا ست څنګه کولای شۍ خپل دYahoo بریښنا لیکونه په Outlook2002 یا Outlook 2003 کې تر ګوتو اوولولی.ددې لپاره چې دا کار تر سره کړی تا سو باید د یا هو دMail Plus دخدماتو دبرخې ګډون کونکې واوسۍ. داچېMail Plus خدمات یعنې څه؟ که چیرې تاسو وغواړی چې نوموړي خدما ت تر لاسه کړی نو تا سو ته به دالاندې امتیازات درکول شي: ۱- تاسو به ځانګړی دSpam چڼونکی (Spam filtering) ځا نګړتیا تر ګوتو کړی. ۲- تاسو کولای شی دوه ګیګا با یټ سا تنځای یا ګودام تر ګوتوکړی. ۳- شونې ده د۲۰ میګا بایټ په میچ پیغام تر لاسه او ولیږۍ. ۴- له ګرافیکي اعلانونو به خوندې یا ست. ۵- د یاهو پیغامونه به کولای شی په اوټ لوک کې تر لاسه کړی او همدا راز کولای شۍ نور ګټور توکي د۱۹.۹ ډالرو په بدل کې د یو کال لپاره تر ګوتو کړی.اوس داچې څنګه کولای شو دMail Plus خدمات لاس ته راوړلی شۍ لاندې ویب پا ڼې ته سر ورښکاره کړی: http://mailplus.mail.yahoo.com/ اوس که چیرې ته د"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يتيم اوښکې", "output": "ورځي شپي مياشتي کلونه انتظار دي د شهيد په مزار ناست څو يتيمان دي دخپل تللي پلار راتلو ته شيبې شماريد سرتوري مورپه غيږ کې په ګيريان دي لوږي تږي سرسرتور بربربنډي پښي ديناست تر شنه آسمان دلاندي حک حيران دي مور نه هره شيبۀ غواړي دسيني پاکې شيديمور د لوږي نه سينه کې ورک پستان دې کلي کور کې يې ځوک نه پريږدي په آرامهوايې ورک دشي بې پلاره ماشومان دي ربه ته په دي بيوزلو ورحميږيستا دلار ي دشهېد معصوم بچيان د ي کونډه مور يې په کورو خيرونه غواړيسپين تندي باندي يې نښي دايمان دي چې ((عزيز)) دا نن حالت دخلکو ګوريله جهانه ورته ښه ټول شاعران دې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زرياب د ظاهر شاه د زوى ټاکل غندلي دي", "output": "١٣٨٣ د مرغومي ٢٧ کابل: د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت مخکيني سلاکار او د دري ژبې کيسه ليکوال رهنورد زرياب د مطبوعاتو د يوۀ کميسيون مشري رد کړه . ښاغلي زرياب وويل د دۀ په وينا دا کميسيون هيځ مانا نه لري . دۀ گيله وکړه چې کار اهل کار ته تش يو شعار دى که نه نو ولې د پخواني پاچا زوى ميرويس ظاهر د اطلاعاتو و کلتور د وزارت سلاکار ټاکل شوى دى . رهنورد زرياب تور ولگاوۀ چې گواکې ميرويس ظاهر نه په پښتو پوهيږي او نه په دري ژبه غږيدى شي . د يادونې وړ ده چې ميرويس ظاهر په دې وروستيو کې د رهنورد زرياب پر ځاى ټاکل شوى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنی: ګڼ شمر ځوانان او تنکي ځوانان له پاکستان څخه شړل شوي او ځیني لادرکه دي", "output": "د غزني له ولایت څخه د بینوا ویب پاڼي همکاران وایې چې په دې ورستیو کې د پاکستان د سند صوبې له کراچۍ ښار څه په س� �ګونو تنکي افغان ځوانان او هغه کسان شړل شوي چې د ژمې د مزدورۍ لپاره پاکستان ته تللي ول . غزنی چې د هیواد یو له بي وزل میشته ولایتونو څخه شمیرل کیږي هر کال ترینه په زرګونو اوزګار ځوانان او تنکي ځوانان د مزدورۍ لپاره ګاونډي پاکستان ته ځي. څه موده وړاندي د کراچۍ ښار د یو شمیر شخړو او مرګ ژوبلو شاهد وو. دا شخړي هغه وخت را پو� �ته شوي چې په دې ښار کې ځايي پاکستانیانو له خپلو سیمو څخه د کډوالو پښتنو او په خاصه توګه افغانانو د ایستلو م� �ا وتړله. په دې شخړو کې په لسګونو هټۍ وسوځول شوي چې تر څنګ یې ځاني زیانونه هم رامنځ ته شول. ویل کیږي چې په دې تاوتریخوالو کې تر ټولو زیات نقصان په کراچۍ بندري ښار کې میشتو افغانانو ته اوښتی دی. رپوټونه وایې چې د پاکستان پولیسو او فوجیانو د یو شمیر پښتنو دوکانونه او کورونه قبضه کړي، هغوي یې نیولي او ځیني یې د مرګ تر پولي پوري وهلي ډبولي دي. د دغو افغانانو زیاته برخه د غزني ولایت اوسیدونکي دي چې له کلونو کلونو راهیسي په کراچۍ کې کاري سابقه لري. عیني شاهدان وایې چې دغه ځوانان او تنکي ځوانان اوس تش لاس بیرته هیواد او خپلو کورونو ته را ستانه شوي چې دمګړۍ په زیاته بي وزلۍ کې ژوند کوي او کوم خاص کار روزګار نه لري. د سیمي خلکو په افغان دولت او په خاصه توګه په پاکستان کې پر افغان سفارتي چارواکو غږ کړی چې د پاکستاني دولت له خوا د نیول شویو افغان ک� �والو او د هغوي د جایدادونو د خلاصولو په برخه کې بیړني ګامونه پورته کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایتلافی ځواکونوپه خبلوسړویوسهوی بمبارکی مرګ ژوبله واړوله.", "output": "دبادغیس دامنیه چاروقوماندانی دامنیت امرسمونوال عبدالجبارپه ټلفون سره وویل دجمعی په ورځ بالامرغاب ښارته نږدی یوه سیمه کی ایتلافی ځواکونواوافغان عسکروبادی سهوی بمباری وکړه ګڼ شمیرخپل سړی یی مړه اوټپیان یی په ځای پریښودل. جباروایی پښه کی ۵تنه افغان پولیس اودملی اوردوسرتیری مړه ۱۳تنه ټپیاشوه اودایتلافی عسکروهم ۷تنه مړه شوی دی. بادغیس کی دغه عملیات دایتلافی ځواکونودهغودوه تنه سرتیرودپلټنی په غرض دپنجشنبی په ورځخ پیل شوه چه دچهار شنبی په ماسپښین ددولتی مامورینوپه ویناله هواڅخه دانسانی مرستودویش په مهال یی پراشوت دمرغاب رودکی ډوب شوه دډوب شوی کسانوجسدونه ویلکیږی دطالبانوپه ولکه کی دی دجسدونودراوړلوهڅه یی قومی مشرانوته سپارل شوی چه عبدالجبارپه ویناهڅی یی بریالی نوی. له سیمی ولسی مشرانوپه دولت اوطالبانودواړوخواوودملکی خلکوپه ځورونه تورولګاوه ویوویل بمبارکی ګڼه کورونه ړنګ اوملکی خلک زیانمن شوه. طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی وویل جګړه کی لسګونه خارجی اوکورنی عسکرمړه ترپنځوسوزیات ټپیان دی له خپله لوری د۳تنوطالبانودمړنی ومنله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزی : بلواګر د پیښي په پلمه ګډوډۍ ته لمن وهی", "output": "ولسمشر کرزی په افغان ولس غږ کړی چی هغه بلګوار وټکوی چی غواړی د ترافيکی پيښی په پلمه ګډوډی ته لمن ووهیحامد کرزی چی د دوشنبی په مازديګر د جم هوری رياست په ماڼی کښی د خبريالانو مخی ته را څرګند شو ټينګار يی وکړی چی ترافيکی پيښی په هر هيواد کښی را منځ ته کيږی خو د وطن دښمنانو ته بايد اجازه ورنکړو چی وضيعت ګډوډ کړی.ولسمشر کرزی وويل چی افغانان د کورنی � �خړی د زغملو توان نلری او نه بايد هغو دښمنانو ته واک ورکړ شی چی غواړی په افغانستان کی د خپلی پيښی لپاره د پله ځای ومومی .هغه ومنله چی د امريکايی ځواکو د کاروان يو موټر له کنترول څخه وتلی وو او دا خونړی پيښه يی را منځ ته کړه خو يو څه چی هغه پری په وار وار ټينګار کاوه هغه د امريکايی څواکو د هغه سرتيری څخه د پوښتنو ګرويژونو د پيل غوښتنه وه چی پيښه يی را منځ ته کړی وه .کرزی وويل چی د پيښی عاملين په ژر تر ژر وپيژنی او د امريکايی ځواکو له مشراو په کابل کی يی د امريکا له سفير سره هم په دی اړه په همدی ورځ خبری کړی دی.هغه د کورنيو چارو وزارت چارواکو ته خبر داری ورکړ چی که د کابل په ښار کی له وران کارو عناصرو سره مخامخ کيږی نو چټک غبرګون دی ښکاره کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زما زړه افغانستان ----", "output": "ته مي زړه يي ته مي ځان يي ته زما افغانستان ييته ټاټو بي دغيرت يي ته فا تح دهرميدان يياي وطنه تا نه جار شم غدارانو ته دي خار شمپه سرو وينو به دي ساتم چي را تلونکي ته يادګار شمڅومره ښکلي ستا ګلان دي څومره ښه دي بوراګان ديستا ګلشن کي چي � �وغيږي څومره ښه دي بلبلان ديستا په غرو کي دور مرجان دي ستا ډاګو کي ارغوان ديستا ګلشن کي سره ګلونه .ستا په بڼ کي ارغوان ديڅومره ښه دي دي دا غرونه څومره ښه دي دي سيندونهلرو بر چي ورته ګورم ښکلي ښکا� �ي ستا ګلونهته هر چا وژړولي په زړګي يي و ويشتليته پر دو او خپلو لوټ کړي ته هر چا وزوروليپه لکونو � �هيدان شول په زرهاوو معيوبان شولکونډي رنډي راته ژاړي ډير بي شميره يتيما ن شولتا روزلي ښه ځوانان وو ابدالي پشان زلميان ووته وي کور دشنو زمريو ستا په بڼ کي شنه بازان ووستا بچي ډير غلامان شول دپرديو مزدوران شولستا وياړونه يي تباه کړل دي ملت ته خاينان شولزه روزلي تا افغان يم تا روزلي مسلمان يمما خا پوړي کړي تا کي ستا هر درد لره درمان يمغداران به دي تبا کړم توره شپه به دي سبا کړمتا به لمر غوندي � �وښان کړم زه همدرد دغه وينا کړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ننګرهار کې د امریکا په مرسته د ښځینه پولیسو روزن ځای پرانیستل شو", "output": "میرویس جلالزی د ننګرهار په ولایت کې د امریکا د خلکو په مرسته د ښځینه پولیسو روزنیز مرکز پرانیستل شو. په دغه مرکز یو ملیون امریکایې ډالر چې له ۴۸ نیم ملیونه افغانیو سره برابري دي لګول شوي دي. د مرکز په دغه پرانیستونکي غونډه کې والي ګل آغا شیرزي، د امریکا سفارتي چارواکو او یو شمیر مخورو برخه درلوده. په دغه مرکز باندي د ملالۍ کاکړ د ښځينه پولیسو د روزنې د مرکز نوم کیښودل شو. ملالۍ کاکړ په خټه د ننګرهار وه خو په کندهار کې یې د پولیسو د افسرې په توګه دنده سر ته رسوله چې تیر کال په کندهار ښار کې د دوو برید کونکو له خوا په ګولیو وویشتل شوه چې روغتون ته یې له رسیدو دمخه سا ورکړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نيمروز:پر خاشرود ولسوالۍ طالبانو بريد وكړ", "output": "احمد لودين تيره شپه ناوخته وس� �والو طالبانو دنيمرزو ولايت پر خاشرود ولسوالۍ وسلوال بريد كړي دي دخاشرود ولسوالۍ ولسوال محمدهاشم نو� �زي بينوا ته وويل چي نښتي دوه نيم ساعته دوام وكړ چي په ترڅ كي يي دوولسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته خو د دوي ځواكونو ته زيان نه دي رسيدلي دنوموړي پيښي په اړه تر دي مهاله وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوي داغونه", "output": "ستا په کتو زما نظر زياتېږيلکه چې تنده په ګودر زياتېږي هر څه چې مړاوي شي نو خوند يې لاړشي د مړاوو ، سترګو دې اثر زياتېږي د جنون دښته کې د وصل په نيتڅومره چې ځم هومره سفر زياتېږي زموږ له مړو هدېرې ډکې شوې خلک خو وايي چې بشر زياتېږي اسمانه وله يې په خپلو ستورو ! د شيطانانو چې لښکر زياتېږي نعمان چې خپل وطن ته ګوري ژاړي سوي داغونه يى پر ځيګر زياتېږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ميدان وردګ ولايت مطبوعاتي اعلاميه", "output": "ميدان وردګولايت اجرائيه رياست دځينو برېښنايزو رسنيو د تورونو په وړاندې د ميدان وردګ ولايت مطبوعاتي اعلاميه ٣٠-٣-١٣٨٧ل.� � له څو ورځو راهسې په ځينو ويبپاڼو کې داسې خبرونه او مطالب چاپيږي، چې ګواکې ميدان وردګ ولايت سقوط کړى او په نامعلوم برخليک اخته دى. او همداشان دغه رسنۍ ادعا کوي، چې دغلته اوس چارې په ټپه ولاړې دي او واګي د يوڅو بې کفايته چارواکيوته په لاس ورغلي دي. او همداشان امنيتي چارواکي دامنيت په خرابۍ کې لاس لري. همدغسې په يوې ويبپاڼه کې راغلي، چې دميدان وردګ ولايت والي ښاغلى عبدالجبار نعيمي له خپلې ډ� �ې او بار بستر ې سره په ګډه داستعفى له امله ولايت بې سرنوشته پرې ايښى دى. دميدان وردګوولايت مش� �تابه پلاوى دغه ادعاوې بې ځايه بو لي او تش په نامه تورونه يې ګڼي. ځکه امنيت يواځې په ميدان وردګ کې نه بلکې د هېواد په نورو سيمو کې هم خراب دى، خو دومره خراب هم ندى، لکه څنګه چې په دغو پاڼو کې ويل کيږي. همداشان په دغه ولايت کې ټول چارواکي پر خپلودندو اخته دي او ټول چارواکي خپلو هېوادوالو ته چوپړ وهي. هم داشان تر کومه ځايه چې دوالي ښاغلي عبدالجبار نعيمي خبره ده. هغه خپله استعفى په قانوني تو ګه ورکړې او دنده يې پرې ايښې ده. او پاته نور ټول چارواکي پر خپلو دندو اخته دي او په عادي ډول خپل کارونه مخته بيائي. په اخر کې هيله کوو، چې مطبوعات هغه څه خپاره کړي، چې د هېوادوالو او غمځپلي ولس ترمنځ هيلې راپيدا کړي، نه هغه څه چې د هېوادوالو په دېرش کلنو ټپونو مالګې ودوړوي. په ډېر درناوي دميدان وردګ ولايت د مش� �تابه پلاوى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اسلامي ټولنه کښې د مسحيت ګرم بازار!", "output": "کله چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او دغه يرغل يې په دې بانه وکړ چې په افغانستان کښې ترهګر روزل کيږي نو د دغه يرغل سره يې زموږ د هېواد ډېر بې ګناه او ملکي وګړي په ډېره بې رحمې تر خاور لاندې کړل او خپله دا جګړه يې چې اصلاً دايو (صليبى جنګ ) دى دوي ورته د ت� �هګرۍ پر ضد د مبارزي نوم ورکړ . د دې پرځاى چې مسيحي روح او اروا پرې خوشحاله او ارامه وي. ځکه دوي خپله هم وايي چې د افغانستان او عراق جنګ دا يو صليبي او مسيحي جنګ دى . د بريتانيې د لومړي وزير مرستيال دا خبرې په باربار کړي وي چې د عراق او افغانستان په جنګ کښې مو ځکه برخه واخسته چې موږ باور لرلو چې دا د اسلام او مس� �مانانو پر خلاف د مسحيت جنګ دى نو موږ ځکه په کښې برخه واخسته امريکايانو دا فکر کاوه او اوس يې هم کوي چې بايد د افغانستان هر ګوټ ګوټ ته د مسحيت درس ورسيږي تر څو د دغه هېواد سپيڅلي مسلمانان د اسلام له چوکاټه وباسي نو په دغه کار کښې د برياليتوب لپاره يې قسماقسم کارونه شروع کړل چې تراوسه هم دوام لري او د پخوا پر تله اوس ډېري شوى هم دي د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کښې دغو د اسلام دښمنانو د مسحيت درسونه شروع کړي دوي غواړي چې موږ ته د پلونو، سړکونو او کورونو د جوړولو په بدل کښې زمونږ ايمان واخلي او د اسلام له چوکاټ څخه مو وباسي .دغه شوم هدفي انسانان هيڅکله د مسلمانان دوستان کيدي نشي ځکه چې خپله الله (ج) فرمايلي چې دغه يهود به هيڅکله ستاسې دوستان نشي ترڅو چې تاسي د دوي په ملت نشي او يا هم د دوي د فايدي کار ونکړي ترهغې پورې به دوي ستاسي د فايدي کار ونکړي نو څرګنده خبره ده چې دغه وحشيان چې موږ ته سړکونه ، پلونه ، کورونه او زمونږ د ساده هېوادوالو په اصطلاح د بيارغوني کارونه کوي دا د دې معنى او مفهوم نه لري چې ګواکي دغه خلک زمونږ س� �ه همدردي لري پر مونږ زړونه سوزوي او يا زمونږ دوستان دي . بلکي دا نه يواځې زمونږ دښمنان دي دا د هغه سپيڅلي او مبرا دين دښمنان هم دي په کوم دين چې رسول الله(ص) خپل غاښ مبارک شهيد کړي ؤ دوي دهغه دين دښمنان هم دي په کوم دين چې انبياؤ عليه السلام ، صحابه کرامو ، اولياؤ او ديني عالمانو خپل سرونه قربان کړي دي . دوي نه غواړي چې د اسلام دين پرمختګ وکړي دوي زمونږ په هېواد او په ګرده اسلامي نړۍ د حاکميت هدف لري دوي په ډېره ناوړه او شومو اهدافو په اسلامي نړۍ کښې خپل پوځونه ځاى پر ځاى کړي دي دوي د ترهګرۍ جګړۍ په نوم چې اصلاً يو صليبى او مسيحى جنګ بللى کيږي خپل مسحيت ته ترقۍ او پرمختګ ورکوي زمونږ عقيدې راخرابوي زمونږ دين ، قران ، کليمې ته او پيغمبرانو او د دين علماؤ ته په بيلابيلو لارو ضرورونه رسوي او نه غواړي چې نورو مسلمانان په نړۍ کښې سرلوړۍ ژوند تير کړي . دا د دوي هغه شوم اهداف دي چې دوي يې په عملي کولو کښې ډېر ګړندي دي او غواړي چې خپل دغه اهداف په ګرده اسلامي نړۍ کښې عملي کړي . نو افسوس زمونږ په حال ! افسوس زم ونږ د وطن په حاکمانو! افسوس زمونږ پر مسلمانانو ! افسوس پر هغه چا چې ښه پوهيږي چې دا يو صليبي جنګ دى او دوي صرف او صرف د خپل مسحيت د دين د خپرولو لپاره راغلي مګر بيا هم د دوي ډول ته نڅاکوي او د يو څو ډالرو په مقابل کښې خپل دين او اخرت پري خرڅوي. افسوس په هغه هېواد او هېوادوالو ! چې ځانو ته مسلمانان وايي خپله خاوره دمسلم انانو سپيڅلي خاوره بولي مګر په ښکاره ډول پکښې د مسحيت درسونه ورکول کيږي په ښکاره ډول مسيحي ويب پاڼې د انټ� �نيټ له لاري د اسلامي هېوادو نه خپريږي په ښکاره ډول مسيحي تلويزيوني چينلونه پکښې خپريږي . نن زموږ په اسلام ي هېواد کښې د ديني علماؤ په شمول د مجاهدينو صاحبانو په شمول په ښکاره زمونږ واړه واړه بچيان د عيسويت خواته کش کول کيږي او د افغانستان په ګڼو ولايتونو کښې خصوصاً په شمالي ولايتونو کښې د عيسويت مرکزونه او د عسويت د درسونو ځايونه دومره ګرم دي چې د حد څخه زيات چې په بيلابيلو لارو د دغه هېواد د سپيڅلو مسلمانانو ع� �يدي او ايماني قوت ورکموي او حتي داسلام له دين څخه يي اړوي دغه شوم هدفي انسانان زمونږ خواخوږي نه دي صرف د م سلمانانو او د اسلام د دين د ختميدلو لپاره يې خپل عسکر اسلامي هېوادونو ته استولي دي .د دوي واړه واړه ماشومان هم د اسلام او مسلمانانو پر ضد دي او هغه واړه ماشومان يي هم نه غواړي چې داسلام دين ترقۍ او پرم ختګ وکړي او ياهم مسلمانان په ا رامه فضا کښې ژوند تير کړي . ما يو وخت د انګليسي يو رساله چې په هغي کښې د يوې ماشومي د سالګرى ذکر شوي ؤکتله ، ليکلي يې ؤ چې د ماشومى د سالګرى په موقع يي ډېر خپلوان له نيږدي او لري ځايونو څخه راغلي ؤ او په اخره کښې د يو څه سوغات په ډول هغي ماشومي ته يو څه پيسي راټولي شوي بيا هغي ما� �ومي دغه ټولي پيسي واخستي او د خلکو څخه په ډک مجلس کښې يې د پلار په لمن کښې واچولي او ورته يي وويل چې دا واخله اوپه هغه ځاي کښې ولګوه چې د اسلام اومسلمانانو په ضد وي . نو اى د نړۍ مسلمانانو !تر څو به موږ غافل او ويده يو تر څو پورې به زموږ د دين او اسلام خلاف خلک خپل شوم هدفونه کاروي تر څوپورې به خلک زموږ د انبياؤ ، پيغمبرانو او ديني علماؤ سپکاوي کوي دغه مستبده انسانان کوشش کوي چې په کومه طريقه د مسلمانانو عقيدې او � �هنونه د اسلام د سپيڅلي دين څخه واړوي .نن زموږ په اسلامي هېوادونو کښې همدغو کفارو د مسلمانانو ترمنځ دومره اختلافات او د کرکې اورونه شيندلي دي چې يو مسلمان د بل مسلمان وينو ته تږى دى او مسلمانان يې په بيلابيلو ډلو وويشل . نو آيا دغه شوم هدفي انسانان په رښتيا زموږ دوستان دي ؟ آيا دوي رښتيا زموږ خواخوږي او همدرد دي ؟ آيا رښتيا د دوي داهدف دي چې مسلمانان نور په ارامه او باامنه فضا کښې زندګي وکړي؟ که څنګه ؟؟ WWW.Afghantv.com دافغانانو دګمراه کولو په موخه د نصاراو شومي دسیسې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سویس په باکستان کي دخپل سفارت کارکونکي بدلوي", "output": "د سويس د بهرنيو چارو وزارت وويل چې هيواد يې په اسلام آباد کې د خپل سفارت درست کارکوونکي بدلوي. د سويس د بهرنيو چارو وزارت پرون وروسته له هغه چې په اسلام آباد کې د دغه هيواد د سفارت پر کارکوونکود رشوت خورۍ،بد سلوک،او د انسانانو د قاچاق په هکله تورونه ولګېدل پرېکړه وکړه چې په اسلام آباد کې د خپل سفارت ټول کارکوونکي بدل کړي . د سويس د باندنيو چارو وزارت وويل چې په اسلام آباد کې يې د خپل سفارت د وېزې په څانګه کې د بې نظميو په باب پلټنه کړې ده . د سويس د بهرنيو چارو وزارت وايي چې داسې ثبوت لاس ته نه دى ورغلى چې وښيي د دغه هيواد د سفارت کارکوونکي په جرمونوکې لاس لري خو د سفارت د وېزې له څانګې څخه منظمو جنايتکارانو استفاده کړې ده.د سويس د باندنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په اسلام آباد کې د سويس د سفارت د وېزې دڅانګې کارکوونکي په دې ملامت ګڼل شوي چې د دوى د نه پاملرنې او جديت له امله ځينې کسان توانېدلي چې په جعلي اسنادو او پلمو وېزې ترلاسه کړي. د سويس د بهرنيو چارو وزارت ويلي لکه څرنګه چې ځينې پاکستاني چارواکي شک کوي دوى داسې ثبوت نه دى ترلاسه کړى چې وښيي د وېزې د څانګې مسوول او يا د هغه تر لاس لاندې کارکوونکي دې په جعل کاريو کې لاس ولري. د سويس د بهرنيو چارو وزير امر کړى چې په اسلام آباد کې دې د دغه هيواد د سفارت د کارکوونکو او د اوسني او مخکيني سفيرانو په هکله دې تحقيقات وشي او تر هغو دې هيڅ وېزه نه ورکول کېږي څوپلټنې بشېړې شوې نه وي. په کراچۍ کې به هم د سويس د کونسلګرۍ ټول کارکوونکي بدل شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندوز: AISA اداري سیمیز مدیرت ته یو کس غواړي", "output": "دنده: د افغانستان د پانګوني د ملاتړ ادارې سیمیز مدیریتولایت : کندز د دندې موده: یو کال او تمدید یې هم امکان لريپوست: یوازي یو جنس: ښځینه او نارینه کولاي شي دې پوست ته ځانونه ونوموي معاش: د مهارت او وړتیا په اساس ورکول کیږيد کار د اعلان نیټه د جون ۱۷مه او د درخواستونو د اخیستلو د پای نیټه د جولاۍ ۱۰مه خپلي درخواستۍ په انګریزې ژبه په دې پته را ولیږي. پته : Send your CV to: kamawi@aisa.org.af; farhat.trumboo@aisa.org.af"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهار : ځانمرګى بريدكوونكي ونيول سو .", "output": "په كندهار كي دملي امنيت كاركوونكو خبر و� �كړ چي نن سهار يي دكندهار دولايتي شورا ودانۍ ته نژدي يوتن چي دپاكستان هيواد اوسيدونكي دي ، اوو� �س كاله عمر لري چي حبيب الله نوميږي په داسي حال كي نيولي چي كندهار ښار ته دځانمرګي بريد دترسره كولو دپاره داخل سوي دي . دملي امنيت منسوبين وايي چي بريد كوونكي په خپل اعتراف كي ويلي چي هدف يي دكندهار دولايتي شورا ريس او داولس مشر حامدكرزي ورور احمدولي كرزي او دكندهار دولايتي شورا غړي حاجي اغالا� �ي وو او ددي دهدف دپاره يي په وزيرستان كي هم زده كړي ترلاسه كړي چي دري مياشتي دلته په كندهار كي اوسيدلي دي او نن دملي امنيت كاركوونكو ونيوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاناډا: طالبان دې د کرزي شرطونه ومني", "output": "اوتاوا+کابل: کاناډا اعلان وکړ، چې اوتاوا په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره له طالبانو سره د افغان دولت د خبرو اترو ملاتړ کوي. د کاناډا د بهرنيو چارو وزير پيټر مک کي د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې طا� �بان دې د کرزي په مشرتابه د افغان دولت شرطونه ومني او په افغانستان کې دې د تاو تريخوالي د مخنيوي لپاره د ناټو ماموريت ومني.کرزي د خالي په ورځ په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې له طالبانو او اسلامي حزب سره د خبرو اترو لپاره چمتووالى وښود. کرزي وويل، که د ملامحمد عمر او انجنير حکمتيار ځايونه ومومي پخپله به ورشي او خب� �ې به ورسره وکړي. د مک کي په وينا، اوتاوا به پر خپل دغه وړانديز ټينګار وکړي، چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د چارو د ښه سمبالښت لپاره يو لوړ مقام وګوماري. کاناډا په نيويارک کې د افغانستان د غونډې پرم هال وړانديز کړى و، چې په افغانستان کې دې د سولې ټينګښت او چارو د ښه سمبالښت لپاره يو نوى دفتر پرانستل شي. طالبانو د وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې د سره صليب برمته کسان د پګړيو له ډالۍ سره پرېښودل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زه ازاد افغانستان يم", "output": "زه تاريخ لرم ژوندې يم دپښتون دزړه ارمان يمخپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم ****خيرکه نن مې بيوسي دی رنګ سپيره دغريبي دهيا بچي مې بی هنردي د اخو ټوله نا پوهي دهيا خزان را باندې سم دی بدل پاڼه دځواني دهيا نفاق په ما کې ګډ ده ياراګډه ځانځاني ده****د انګور په شان به ځوان شم پسرلوسره روان يمخپل بچولره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم ****اې بچيانو، يتيمانو، پښتنو، پيغلو، ځوانانودتعليم لاره کړئ خپله د معارف د بڼ ګلانوپرمختګ ته بدلون راوړئ علم پوهه رڼايي دهناپوهي لمنه ټول کړئ دعزت او ننګ بچيانو ****پاڼه واړوئ تاريخ نه زه همزولی د جاپان يم خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم ****مټۍ ونغاړئ پر هار ته زخمي شوې په ټټر يمنظر وکړئ ننګرهار ته زه ښايسته کابل کنډر يمنن پردي راغلي ننګ ته چا ويشتلې په ځيګر يمپيغو� �نوکې راګيريم دپردو دجنګ سنګريم ****داحمد دننګ کوډله زه خوتاج دخوشحال خان يمخپل بچولره غيرت يم زه ازادافغانستان يم****پښتنۍ مې سياه پوشې هره لويشت مې هديرۍ شوېنور حساب يي � �اته نشته څومره کونډۍ ښاپيرۍ شوېد اختر ورځو کې ګوره ماتم ځاې مې مقبرۍ شوېتور لحد ځوانانو وخوړ هره قدم کې يي جنډۍ شوې****نورمې مه پريږدې وارنۍ ته د ازمښت يوامتحان يمخپل بچولره غيرت يم زه ازادافغانستان يم ****که بدن مې سورې شوې که جومات مې شهيد شوېيا ودانې مې کنډر شوې يا ميدان د يزيد شوېکه مې کونډۍ بورې شوې که يتيم مې فقير شوې لا هم ځوان يم لا ژوندې يم که ملت مې ذليل شوې****زرين کرښي دتاريخ کې دغازي ادې داستان يمخپل بچولره غيرت يم زه ازادافغانستان يم ****پسرلې دژوند به راشي سره غوټۍ به راښکاره شيد غيرت ناوې سينګار کې د دښمن زړه به پاره شيلوړو غرنوکې چنډړې اوسپين غرکې مې موماڼېه� �ه خوا په غرورغوکې د سيلونو ننداره شي****سوله را به شي بيا ماته دحفيظ د ننګ بيان يمخپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان : په هرات كي ملكي وګړي ناټو وژلي دي", "output": "دطالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي دغه خبره وروسته له هغه خبر رسنيو ته وكړه چي دملګرو ملتونو وياند(اډرين اډوارډز) تيره ورځ په كابل كې وويلي وه چي دهرات د(شينډنډ) ولسوالۍ په(زيركوه) سيمه كې دناټو ځواكونو او طالبانو په جګړه كې دښځو او ماشومانو په ګډون پنځوسو ملكي وګړيو خپل ژوند له لاسه وركړى . قاري يوسف احمدي وويل چي پلويانو يې په سيمه كي دزيركوه كلي ته څيرمه سهار وختي په دښت كي كمين نيولئ و چي پر ناټو ځواكونو تر بريد وروسته طالبان له سيمي ووتل . هغه وويل د ناټو هوايي ځواكونو د زيركوه سيمه د ماسپښين پر درو بجو بمبار كړله . � �اري يوسف احمدي وويل چي په سيمه كي جګړه بيخي شوې نده . خو د ناټو بېرحمه بمباريو دطالبانو دسهارني ب� �يدچي د زيركوه دسيمي څخه ليري تر سره شوى و زور تر بې ګناه ولسي وګړو وكښ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پرتګالى پوليسو ٨ ټنه کوکايين نيولي دي.", "output": "د پرتګال پوليسو نن سهار ددغه هېواد په جنوب د الګارو په سيمه کې د کوکائينو ستر بار چې ٨ ټنه کيږي نيولي دي. پوليسو دقاچاق په دې تور د يوې ښځې په ګډون ٦ تنه هسپانويان هم نيولي دي او وايې چې دغه ډله د نيشه يي توکو د نړيوالې شبکې سره تړاو لري .له کال ١٩٩٩ څخه را په دې خوا دا د نيشه يي توکو ستر بار دى چې په اروپا کې نيول کيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په غوركې دسيمه ايزو قومندانانو ترمنځ جګړه شوې", "output": "نښته تيره ورځ دنوموړي ولايت په شهرك ولسوالۍ كې د دوو پخوانيو جهادي قومندانانو ملابرهان او ملاقدير دپلويانو ترمنځ رامنځ ته شوه. ويل كېږي چې دغه وسله وال اخ ډب له سهار څخه پيل او ترنيمې شپې پوري يي دوام درلود په وژل شويو كسانوكې دملاقدير يو قومندان علي شاه هم شامل دى په دې پيښه كې څلورتنه نور ژوبل شوي هم دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ځوان نسل او سالمه روزنه - د پوهنمل حاجي محمد نوزادي ليکنه", "output": "پوهنمل حاجى محمد نوزادى ( دځوان نسل او سالمى روزنې تر عنوان لاندى د مالموښار په سيمينار کى دوينا متن اروپائی چاپيريال اود ځوانانو په روزنه کښى زموږ ستونزې پوهان پر دى خبره يوه خوله دى چه انسان دټولنى محصول دى او ددى دپاره چه دانسان کړه وړه مطلوبه بڼه خپله کړى، بايد هغه ټولنه چه دى ژوند ورپکښى کوى انسانى کړه وړه ولرى دټولنې دکړو وړو ځانګړتياوى که ديوى خوادمحلى شرايطوسره تړاو لرى ، خوله بلې خواپردغسې کړو وړو باندى منطقوى اونړيوال چاپيريال هم په مستقيم اوهم په غيرمستقيم ډول اغيزه لرى. ممکن په همدغه دليل به لوى استاد ارواح ښاد کانديد اکادميسن محمد انور نوميالې زموږ دځمکى دکرې دپاره دانسانستان دنوم وړانديز کړېوى . زموږ دګران هيواد افغانى ټولنه هم دنړيوالى ټولنى ديوى برخى په توګه ددغه طبعى قانون څخه ليرى ګڼل کيدلاى نسۍ اوموږ افغانان چه په خپل وار دهمدې ټولنې محصول يو ، ټول کړه وړه مو دنوموړې ټولنې دځانکړتياوو په لمن کې څپړل کيدلاى سى اوبس . که دا اصل په پام کى ونيسوچه حرکت مطلق او سکون نسبى دى اوحرکت بيا په عام ډول دتغيراتو يوه ګډوله وګڼو اوپربنسټ ئی دپديدو تکامل راوسپړو، پدى خبره به باورى سو چه دتکامل قوس دخپل ګراف په عمومى لين کښى مخ پرلوړه صعودى روان دى . دغه په عمومى توګه صعودى خط بيا مارپيچ ډوله زيګزاګ قدمونه اخلى چه کله به کښته راکوزيږى او کله به بيرته لوړ ځى . دټولنيزو پديدو په تکامل کښى دزيګزاګ دورى کله دوخت اوږد واټن اوکله بيا هم دکوز راتلو ترنسبتا لنډ واټن وروسته بيرته لوړى خواته مخ نيسى چه دغه دګراف نزولى تګ دټولنې دناخوالو سره تړلې دى چه کله هراړخيز ، کله څوهراړخيز اوکله هم يواړخيز وى . په ټولنيزو پديدو کښى ترټولو مهم اصل اقتصاد دى چه دټولنې بيخ جوړښت يعنى زيربنا تشکيلوى . دټولنى ټول سرجوړښت يعنى روبنا دهمدغه بنسټ پرستنو ولاړ دى . له دغه کبله ده چه پوهانو اقتصاد دټولو علومو او ټولنيزو پديدو موربللۍ دې. په نړۍ کښى ترجنګونو وروروسته په جنګونو کښى د شکيلوټولنو د اقتصادى پرمختګ دتاريخ شننه داخبره په نيغه څرګندوى چه دنوموړو ټولنو داقتصادى ودى چټکيا ترجنګ وروسته دجنګ نه مخکښى وخت په پرتله څوبرابره جګه وى . ښه بيلګه ئی تردوهم نړيوال جنګ وروسته په لوديزه اروپا کښى دمارشال پلان په تطبيق سره د ازاد بازار دلارى اقتصادى شيرازى او دشوروى اتحاد د پلانيزه اقتصادپربنسټ دهغه هيواد بيسارى اقتصادى پرمختګ دى . داقتصاد پوهانو په نظر ممکن دغه لاسته راغلې شيرازى دجنګ نه پرته په همدومره موده کښى ترلاسه سوى نه واى . البته ددى خبرى مغنا په هيڅ حالت کښى دانده چه داقتصای ودى دګړندى توب پخاطر بايد دجنګ هرکلۍ وسې . دا خبره جوته ده چه دجنګ څخه دراپيښو غميزو او ناورين بشرى ناوړې اغيزې چه دجنګى پايلو سره تړاوونه لرى ، په هيڅ ډول اقتصادى برياوو سره ئی جبرانول ممکن ندې ، ځکه نو جنګ ته بايد تل ديوى منفورى او ورانونکى پديدې په سترګه وکتل سى . دلوړو اړينو څرګندونو وروسته به نو راوګرځو خپل هيواد افغانستان ته ، چيرى چه پدى وروستنيو نژدى درو لسيزو کښى په يوه يا بل شکل دجنګ اورونه بل دى . دسره اردو داشغالونکې جنايت سره سم ورانوونکۍ جنګ پر افغان اولس وتپل سو ، له دى نه وروسته تنظيمى انارشيو ، چور وچپاول اوټوپک ماريو چه څه پاته وه له منځه يوړل اودپاټک بازيو بازار ئی تود کړ . همدغه ناخوالې باعث سوې چه په پايله کښى ئی پر هيواد باندى دمنځنيو پيړيو تورو شپو لمن وغوړوله . ترتنظيمې انارشيزم وروسته که څه هم يو نسبى امنيت ټينګ او د چپاولګرو لوټمارانو لاس دخلګو دمال اوناموس له ګريوانه وخوت ، خو دفوندامنتاليزم تر سيورې لاندى دپوهى او فرهنګ ريښې مخ په وچيدو سوې چه ناوړى اغيزى ئی تردا اوسه پورى نه يوازى دهيواد په ليرى پرتو سيمو کښى بلکه په لويو ښارونو او حتى ترټاکلې حده په اروپا او امريکا کښى لاهم دافغانى کډوالو ترمنځ دلمس وړدى . زه پدى خبره پوره باورلرم چه زموږ په هيواد کښى هم چه دنړيوال قانون لاندى دنړيوالې ټولنې يوه برخه ده داقتصادې شيرازۍ چټکتيا به د درو تيرو لسيزو مخکښى په انډول زياتيږى خو دبده مرغه دفرهنګى وروسته پاتى والې د جبرانولو چټکتيا به د اقتصادی ودې دچټکتيا په پرتله ټيټه وى ، مګر په هر صورت به دداسې زيګزاګونو سره سره خپل صعودى ګراف مخ په وړانى شړې . دځوان نسل دسالمې روزنې چارى دټولنې دفرهنګ ديوې سترى برخى په توګه زموږ په هيوادکښى دهمدغو نژدې درو ناوړو لسيزو د ناخوالو له مخې خورا زيانمنې سويدى چه هيله ده دهمدې خبرى څيړل به دنننې سيمينار غوښينه برخه جوړه کړې . دلته مى په اګاهانه ډول دروزنې دکلمې سره يوځاى او له هغى نه وړاندى د سالمې پر کلمه باندى تاکيد وکړ چه غواړم په همدې اړه د درنو پوهانو ، څيړونکو اود ټولو ګډونکونکو پام ودى خبرى ته راواړم چه سالمه روزنه يو نسبى مفهوم دى ، کنه نوترهغه ځايه چه موږ دلته داروپا په ټولو عصرى امکاناتوسره سمباله ټولنه کښى اوسيږو او اولادونه موهم ددى ځاى په معيارو سره ډيره سالمه روزنه تر لاسه کوى ، بيانو ستونزې چيرې دې ؟ خبره داده چه موږ افغانان يو او دخپلې افغاې ټولنې دغوره دودونو منل سې معيارونه لا اوس هم راته په زړه پورى دى . نو لدې کبله ده چه دخپل ځوان نسل په روزنه کښى دناسالمتوب د نيمګړتياوو سره تشويش لرو . دغه رابلل سوى سيمينارته چه په سويډن کښى افغانانو دعلمې اوفرهنګې مرکز په مټ جوړسويدې ، زما په اند به په کار داوې ترڅودرانه پوهان دځوان نسل دسالمې روزنې همدغه نسبى توب په پام کى ولرى اوپر داسې متودونو رڼا واچوې چه منځپانګه ئی ددغو ټکيو له مخى بډايه وى . ددې يادونى څخه مى مقصد دادې چه زموږدپاره اوس دروزنې دچارو په اړه د لومړيتوب خبره دلته په اروپاکښى وافغانى معيارونو ته په يو څه نژدى معيار سره دافغان ځوان نسل سالمه روزنه ده . دروزنې هغه توکې چه هلته زموږ په افغانې ټولنه کښى سالمې برخې ګڼل کيږى ، دلته په ټاکلې پيمانه په سالمه سترګه نه ورته ګورى . لدى نه پرته هغه ټولنيز ارزښتونه او وياړونه چه دافغانى ځوانانو په روزنه کښى بايد زياته پاملرنه ورته وسې ، دلته ئی پاملرنى ته نه کافې امکانات سته ، نه کافې وخت اونه هم لازم شرايط . دبيلکې په توګه دا لنډۍ : که په ميوند کى شهيد نه سوې خدايږو لاليه بى ننګۍ ته دى ساتينه که چيرى دلته زموږ نوى ځوان ته واورول سې ، هغه به اصلاً هيڅ معنا ورڅخه تر لاسه نکړې . داځکه چه دغه دزړه سر ځوان ته نور داسى وياړونه لکه : ميوند ، د وطن ننګ ، شهادت ، دآيوب توره ، دملالۍ چيغه اوداسې نور اوس بى مفهومه اوازونه ګرځې او کرار کرار ورځنې بيګانه کيږى . زموږ نوې ځوانانو ته دلته د مور ، پلار ، استاد اوبل مشر مکلفيتونه په ډير ښه ډول ښود ل کيږى ؛ مګر دحقونو په هکله ئی خورالږ خبروى ؛ دوى لاتراوسه ځانونه افغانان بولې اما دوطن مينه ئي هره ورځ داوبو سره ترستونې نه تيريږى . په افغانيت اوپښتون والې باندې لږ پوهيږى ، حتى په خپلو منځو کښى دوى په ندرت سره په مورنۍ ژبه خبرى کوى . دهغې پلرنۍ ټولنې ډير ارزښتناک او غوره دودونه دلته پدى شرايطو کښى ورته مذخرفات ښکارى . داسلام مقدس دين اساسات چه تر ډيره ځايه زموږ دافغانيت او پښتونوالې په زړه پورې برخى ورسره تړل سويدې ، پدې چاپيريال کښى پوره نه مراعات کيږى . موږ کولاى سو پدى تړاو نورې ډيرى بى شميره بيلګې يادې کړو . داټولې هغه ستونزې دى چه موږ افغانان ورسره دلته داروپا په پرمخ تلليو ټولنو کښى دځوان نسل دسالمې روزنى په هکله لاس او ګريوان يو . ضرور ګڼم ددغو شرايطو سره پدې اړه داسې لارى چارى ولټولې سې چه له مخې ئی دنوموړو دوو توپيرونو ترميان يو منځۍ حد وټاکل سې اوپه روزنيزو چارو کښى ورنه ګټه واخيستله سى . ماته به دطبعې علومو ديوى څانګې د ماهر په توګه ډيره سخته وى چه دبشرى پوهنو دډيرو پياوړو پوهانو په حضور کښې يو ازمويل سوې او دنيمګړتياوو څخه خالې د عملې کولو وړ فورمول وړاندى کړم ، خوځان ته به داجرئت ورکړم ترڅو د نوموړو درنو پوهانو اوڅيړونکو څخه وغواړم چه د خپلو پخو تجريبو پربنسټ پر يادو سوو ټکيو باندى غور او خبرى اترى وکړى . باور لرم لدغې لارى کيدلاى سى داسې تزسونه ومنل سى چه له مخې ئی په اروپائی هيوادونو کښى افغانې کلتورې او علمې ټولنې دافغانې ځوانانو دسالمې روزنې په هکله پراخې ليکنې ، ليدنى کتنى او اړين تبليغات وکړى . پدې توګه کيدلاى سى افغانى کورنۍ داړوندو اتحاديو او دنوموړى اتحاديو د روزنيزو اسانتياوو دلارى دافغانى کلتور او منل سوو ارزښتناکو دودونودساتنى په موخه د نوو ځوانانو و روزنې ته وهڅوى . ديادونې وړبولم چه ددى وړانديز څخه مى مقصد داندى چه دهغو ځواناو دروزنې په هکله به خبرى نه کيږى ، کوم چه همداګړۍ پخپله په افغانستان کښى دښوونې او روزې دډيرو کمزورواسانياوو سره ورځى تيروى . خو پکار به وى چه زياته پاملرنه په اروپائی چاپيريال کښى د روزنې چاروته وسى . ګرانو د سيمينار ګډونکونکو وطنوالو ! دا وه هغه څو ټکې چه غوښته مى ستاسى پام ورته راواړوم . په پاى کښى غواړم په سويډن کى دافغانو دعلمى اوفرهنګى مرکز د فرهنګپالواوپه ځانګړى توګه د محترم حبيب الله غمخور نه زما درابللوپخاطر او هم داچه د سيمينار په جوړولو کښى ئی ډيرى ستړياوې ګاللې ، دزړه دکومې مننه وکړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محمدیار دي دبېنوا نوم نه شرموي (پرانستی لیک)", "output": "د بېنوا ویب پاڼی ټولو کارکونکو ته دی سلامونه او نیکي هیلي وي . ورپسې دا چي ما د دغي ویب پاڼي په اړه د اسي خبر تر لاسه کړ چي پکښي د ښاغلي محمد یار په نامه د یوه کس څخه چي زه ئې نه پیژنم سخته ګیله شوې ،او هغه دا چي نوموړي غواړي د بینوا ویب پاڼي دموقف او شتونو کارنامو څخه د خپل په نوم ګټه پورته او ورځني کار واخلی . اودبېنوا ټوله موادکاپي او غلاکي . په هر حال زه د بینوا د یوه لوستونکي په حیث په لنډه غواړم چي د بینوا ا و ښاغلي محمد یار د رامنځ ته شوي شخړی په اړه خپل نظر وړاندي کړم.ښاغلی محمدیار صیب که څه هم ستاسو سره زه کومه پخوانۍ پیزندګلوي نه لرم او نه هم د بینوا سره کوم خاص تعلقات یا غړیتوب ،خو صرف د بینوا د یوه لوستونکي په صفت چي ددوو کلونو را په دې خوا یې ګورم نظر مي د ا دی که چیري په واقعیت سره تاسو ګرم یاست نو پکارده چي تاسو هغه څه ونکړی کوم چي نن و� �ځ بینوا وایی. که زه د ژورنالیزم د اساساتو په اړه ډیر معلومات ونلرم نو لږ خو لرم، او په هغو مع� �وماتو کي مي یو هم د ا دی چي د بل چا آثار په خپل نوم کول یا دیوې رسنۍ مواد کاپي کول یوژورنالیستیکی جرم او یوه ژورنالیستیکی غلا ده .هیله ده چي مرحوم بېنوا په قبر کي ونه ذوکلوی او له دې کاره لاس واخلی .نوپه � �یره بخښني سره تاسو ته مي د یوه هیواد وال په صفت وینا دا ده چي کوښښ د ا مکوی چي دبل شیان غلا کئ یا یوه بینوا سره دوه ټوټې کړئ کوښښ د دې وکړئ چي تاسو هم یوه بله غني پاڼه رامنځ ته کړی . تر څو ...هغه یو متل دئ وای خپل خو خپل دي پردي راخپل کړه .اوبل یوازي دبېنوانوم نه دی موږ نور هم ستر ستر ښخصیتونه لرو هغه راژوندي کړي دهغو په نومو پاڼه جوړه کړی .اوبله دا چي تاسو میړانه وکړی ، په دې مانا ،که چیري په رښتیا هم تاسو د بینواسره کومه (حسابي) لری ، نو پر ځای یې پریږدی یا په دې مانا چی ورنه تیر شی . ځکه بېنوا چي اوس څنګه روانه ده � �یره ښه روانه ده .که تاسو غواړی چي په رښتیا سره د بینوا په شان یوه مشهوره ویب پاڼه و چلوئ نو د دې نه مع� �ومیږي چي تاسو داسي پوهه او اوچت علم او ترڅنګ فعاله ډله په اختیار کي لري چي وشي کولی ویب پاڼه پرې وچلوی. نو بیا د دومره لوړي پوهي څیښتن ته چي هغه دبینوا په شان یوه ویب پاڼه چلول غواړي نوبیا تاسو ته دبېنوا دچلونکو په څير کلک هوډ په کار دی . ځګه داسي کسان دخپل ځان نه پوره وي او بل چا ته یا دپردیو موادو ته یې ضرورت نه بریښی.نو تاسو دواړو ته تر ټولو ښه داده چي تاسو( محمد یار صیب) په خپله خپل لستوڼي را بډوهئ او په خپل مټ یو ه بیله ویب پاڼه جوړه کړئ چي نه د چا احسان مند شئ او نه درسره د چا دعوا وي. او که داسی نه وي نو بیا هغه څه چي بینوا وایئ په هغې خو ټول کارونه نه شي کیدې . نن به د بینوا نه هر څه واخلئ نو سبا چي همداسي یو بل ضرورت پیښیږی نو بیا به څه کوئ . .په پای کي بیا هم دومره وایم چي بینوا په ماډیره ګرانه ده هیله ده چي ټولو حقوقو ته یې احترام وشي او هیڅ څوګ دي ځان ته د دې اجازه ورنکړي چي دبینوا حقوق دي تلف کړي. هیله کوم چي بینوا او محمد یار صیب تر منځ دغه شخړه زرترزره ددرانو مشرانو په منځګړیتوب ح ل شی. میم .الف د کندز له ښاره څخه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دایټالیامرستیال صدراعظم دثنادمجلس رئیس په ملیتا هرات کی", "output": "دایټالیامرستیال صدراعظم دهغه هیواددثنادمجلس درئیس په ملتیاهرات کی دجمعی په ورخ خپلوځواکونوسره وکتل دخبروپه ترڅ کی یی دهرات والی احمدیوسف نوری ستانی ته دایټالیاداوږدمهاله مرستوژمنه ورکړه. دهرات دوالی ویاندنقیب الله اروین په ټلفون سره ازادی راډیوته ددوی دسفرموخه داسی وویله«دایټالیامرستیال صدراعظم اودثنامجلس رئیس هرات ته سفرلاره خپلوځواکونوڅخه یی کتنه وږکړه اودسفرپه لړکی یی دماشومانودهغه روغتون وروستی پروژه په پرانستلوسره بشپړه اعلان کړه چه دایټالیاهیوادیوملیون ډالروپه لګښت په داوروستیوکی هرات ښارکی جوړه شوه» میاشت وړاند ی په کابل کی دیوه انتحاری بریدله کبله دایټالیاشپږتنه سرتیری مړه شوه ،ځکه نوداسی اندیښنی پیداشوی چه ګواکی دغه هیوادبه له افغانستان څخه ۲۸۰۰سرتیری وباسی. همداپوښتنه می اروین څخه وکړه ویویل«ایټالیایی پلاوی نه یوآځی داچه دخپلوسرتیرودوتلوونه ویل بلکی والی سره په خبروکی دعسکرودزیاتیدوژمنه هم تازه کړه»دایټالیادغه لوړپوړی پلاوی په داسی مهال هرات ته په سفرراغله چه یوه ورخ دمخه داسپانیاددفاع وزیره هم دلته سفرکړی وه اودخپل هیوادددوامداره مرستوژمنه یی افغان لوری سره وکړه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پوليس او کليوال په ماين پاکانو پسي ګرځي", "output": "افغان پوليس او کليوال په هغو ديارلس تنو افغان ماين پاکانو پسي ګرځي چي د تېري چارشنبې له ورځي راهيسي ورک دي.د پکتيا د امنيت امر غلام دستګير اسوشېټيډ پريس آژانس ته ويلي دغه کسان د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سيمه کي تښتول سوي دي.د دغو کسانو د تښتوني مسوليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى او نه هم د چارواکو په وينا د هغوى د خوشي کېدو په بدل کي چا د رشوت غوښتنه کړې ده، خو مخکنيو تښتونو ته په پام سره د شک ګوته د افغان دولت مخالفو وسله وا� �و طالبانو ته نيول کېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلاف:په ځوابي بريد كې مو ۲۰ طالبان ووژل", "output": "په افغانستان كې دميشتو ايتلافي پوځيانو له لورې په يو خپور شوي بيان كې د شلو تنو طالب وسله والو دوژل كيدو ادعا شوې ده.دغه بيان نن خپور شوى د� �.بيان ادعا كوي چې، دغو طالبانو لومړى پردوى بريد وكړ چې، وروسته دايتلافي پوځ په ځوابي ډزو كې ووژل شول.دخب� �پاڼې له مخې دغه نښته اوه ساعته دوام درلود.خبرپاڼې خپلو سرتيرو او ملكي وګړيو ته دمرك ژوبلې په اړه څه نه دي په ډاګه كړي.پاتې دې نه وي چې،تراوسه د ايتلافي پوځ د خبرپاڼې دادعا په اړه طالب وسله والو هم لا رسنيو ته څه نه دي ويلي. جعفرهاند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوستم د انتخاباتو نتېجې په رسميت پيژني", "output": "(آزادي) : د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي د ښاغلي کرزي يو سيال جنرال عبدل رشيد دوستم نن د انتخاباتو د تحريم خبره بيرته واخيستله. د انتخاباتو راي شمېرنه به د نن ورځي په وروستيو کښي پيل شي او دوستم له دوو نورو کانديدانو سره راضي شو چې د اتخاباتو نتېجې په رسميت وپېژني. د دوستم وياند فيض الله زکي وويل چې دوستم عقيده لري چې انتخابات يوه ستره لاس ته راوړنه ده خو يو شمېر سرغړوني په کښي شوي دي چې بايد په نظر کښي ونيول شي. دافغانستان دانتخاباتود تنظيم د ګډدفتر له خوا ټاکل شوي هيت نن په کابل کښي په انتخاباتو کښي د بې نظميو په هکله غور کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوښ", "output": "زه پـــه فقر کي راضي يـــــم، تــــر هر چا خوښ فقر ګنج دی زه پـــــه دې ګنج و غنــــــــا خوښ د فنــــــــا په تحفه ژوند د ابــــد مومـــــــــــــــــــم زه تـــر نېست وجود، په هست يم د بقــأ خوښ په څپو، موجو مستي کــــــــړم دا مي ژوند دی زه مـــــاهی په اوبو پايم، په دريــــــــــــــا خوښ درد د ژوند سوز و ګــــــــُداز دی شِکوه نه کړم ! زه پـــــــه دې سوز و ګُــــــــداز کي تر دوا خوښ چي درمـــــــان له خوار طبيبه پـــــــــــوره نه دی نن تر نبض، نُسخې په دَم د مسيحــــــــا خوښ مـــــــــــــا تعلُق و حجاب پرې کړ د اغيـــــــــارو نن په يو محبوب تر غېر و مـــــــــــــــاسوا خوښ چي پر ښار و مَلْک قبضه د دېـــــــــــو و دد سوه نن خلوت زما امــــــــــــــــــــــــان ، په اِنزوا خوښ له کتاب، مکتب، تعليمه حُصُول نـــــــــه سوه ! اوس تر هر مُعـــلِم، مــــــُلا يم، په عطـــــــأ خوښ يو کــــــــــلام چي زړونه ونيسي، تسخير کــړي زه دحــــق په هسي چېغه او وينــــــــــــــــــا خوښ دهر نېست، فـــــــــاني په مينه خلک ســـــــوځي زه مـــــرغه د لامکان، په لــــــــــــــــوړ اروا خوښ په دې دور دمـــــــانـــــــا څښتن کېميـــــــــــــا دي دلته هـــــــر يو په شېــــــــــــــخۍ او په عَبـا خوښ کـــوڼ بعيد يې لـــــــــه لـــــــذته بې بهـــــــــــره دی زه له هـر سُرود قريـب يم، په صـــــــــــــــــــــــدا خوښ نازولـــــــــی که وفـــــــــــا غواړي بې نــــــــــــــــياز دی زه نيــــــــــازمن د يار په ظُلم، په جفـــــــــــــــــا خوښ دعشق کـــــــــور کي دا جفــاکټ مټ وفــــــــــــــــــا ده ما اختياروهُـــــــوډ سپارلی، په رضـــــــــــــــــــا خوښ چي هر څه را څخه نېست، په دلبـــــــــــر هست کړي نـــــن په هسي رنګ ساقي،مـــی و مينـــــــــــا خوښ که څوک دا، هغه او نور راتـــــــــه پېشکش کـــــــړي زه هــــــــــــارون په يو نظــــــــــــر يم د اشنــــــــا خوښ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کې دپوليسواوطالبانوترمنځ نښته شوي", "output": "د خوست ولايت دسپری په ولسوالۍ کې دپوليسو اوطالبانو ترمنځ ديوی نښتي په ترڅ کې ددولت ضدوسله والوجنګياليوله ډلی څخه ٤ تنه وژل شوي اوهم دولسوالۍ پوليسوددوي څخه بيولي رينجر موټرهم بيرته نيولي دي دخوست ولايت د امنيي قوم ندانۍ مطبوعاتی وياند سمونوال وزېر بادشاه بينواويب پاڼی ته وويل چې په همدي ورځ دخوست دمرکزمربوط دچو� �انوپه سېمه کې وسله والوطالبانودولايتي کمپاين دوه تنه سرتيرې په رڼاورځ وژلي اوهم يي ددوي سره موټرپه بشپړه توګه سوزولي دده په وينا چې وسله وال طالبان دپيښی وروسته تښتيدلي اوپښي سپکې کړي دده په وينا چې وسله والوطالبانو دويته کمين نيولي وه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايټالیا: د یوه مسلمان د تښتولو په تور د امریکایانو محاکمه", "output": "سوسن - روم ایډيټ: میرویس جلالزی د ایټالیا یوې محکمې ۲۳ امریکاېې وګړي او د ایټالیا د پولیسو دوه مامورین د میلان له ښار څخه د یوه مسلمان روحاني د تښتولو په جرم مجرم وپیژندل . په امریکایې مجرمو وګړو کې ۲۲ تنه یې د امریکې د استخباراتي ادارې غړي دي. دغه کسان مصر ته د حسن مصطفی اسامه نصر د تښتولو په تور یوې ایټالوۍ محکمې مجرم پیژندلي دي. اسامه نصر له ترهګرو سره د تړاو په تور لومړی په مصر کې نیول شوی وو او له څو کاله بند وروسته آزاد شو. ویل کیږي چې د سې اې اې دغه مامورین په میلان ښار کې د بهرنیو وګړو د ناقانونه نیولو په جرم مجرم پیژندل شوي دي. محکمې دغو کسانو ته د منځنۍ او اوږدې مودې د بند سزا اورلي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دنشه يانو د درملنې لپاره پنځه مرکزونه جوړيږي", "output": "پژواک: د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزارت، په نشه يي توکيو د روږدو کسانو د درم� �نې په موخه، د هېواد په پنځو ولايتونو کې، يو- يو روغتيايي مرکز جوړوي . د يادو شويو مرکزونو د جوړېدو تړونونه، د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزير انجنيرحبيب الله قادري او د يو شمېر هغو نادولتي افغاني موسسو د چارواکيو تر منځ، چې د روغتيا په برخه کې کار کوي، لاسليک شول . د دې تړونونو له مخې به ياد شوي مرکزونه يوه مياشت وروسته په وړياتو ګه، په نشه يي توکيو د روږدو کسانو در ملنه پيل کړي . دغه مرکزونه په کابل، تخار، فراه، خوست او ميدان وردګو و� �ايتونو کې جوړېږي ، چې په ترياکو، هيروينو، چرسو او داسې نورو نشه يي توکيو د روږدو کسانو درملنه به کوي . د نوموړي په وينا، د يادو شويو مرکزونو د پنځو مياشتو فعاليت لپاره، درې ميليونه ام� �يکايي ډالر د امريکا د متحده ايالتونو لخوا ورکول کېږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د استاد نوميالي په باب د روهي ادبي بهير غونډه", "output": "د كانديد اكاډمېسن ارواښاد محمدانور نوميالي د مړېني او جنازې مراسمو ته د چمتووالي په باب په كندهار كي د مېشت روهي ادبي بهير له خوا غونډه پرون د پنجشنبې په ورځ د وږي پر ۱۳مه نېټه جوړه شوه. په غونډه كي د كندهار د ټولو ازادو ټولنو غړو، مشرانو، فرهنګي څېرو او ځوانانو برخه اخيستې وه. چي په ترڅ كي يې د ارواښاد نوميالي د � �خصيت، پوهي او استعداد په باب هر اړخيزي خبري وشوې، د هغه مړېنه يې د افغانستان د پوهي او ادب پيكر ته دروند ګوزار وباله. د غونډي يوه برخه وال او د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار وويل چي ارواښاد نوميالي په داسي يوه زماني مقطع كي په كندهار كي د هستۍ پر ډګر سترګي وغړولې، چي عامه ذهنيت د عصري پوهي او پرمختګ په وړاندي خورا حساس وو، د ده پلار ملا وو او غوښتل يې چي زوى يې هم ملا سي، خو زوى ته يې د افغان ملت د درد تشخيص د هغه د فطري استعداد او ادراك پربنسټ شوى وو، ځكه خو يې د ملايي لار پ� �ېښوده او د عصري پوهي پر واټ يې ګام كښېښود. چي دا په هغه مهال كي خورا ستونزمن كار وو، له يوې خوا د كورنۍ فشار � �ه بلي خوا ټولنيز جبر او په دې دوو جبهو كي مبارزه يوازي د ارواښاد نوميالي غوندي نومياليو هوډمنو كار وو، چي په پاى كي په خپله دغه علمي مبارزه كي بريمن راووتئ. محمديار زياته كړه چي پر هغه لار چي زموږ نوميا� �يو پوهانوګامونه اخيستي خورا له اغزيو ډكي وې، چي هغه ټول اغزي دوى په خپلو پښو كي وړي دي، او اوس موږ ته دا � �اري پرانيستي او پاكي دي چي بايد په پوره يووالي ورباندي مڼي ووهو. په غونډه كي هوډ څرګند شو چي بايد د ارواښاد د جنازې مراسم د دغو فرهنګيانو له خوا په ډېر درنښت سره ترسره شي او ټول فرهنګيان بايد يو لاس او چمتو و اوسي. غونډه د ماځيګر پر پنځه نيمي بجې د ارواښاد نوميالي اروا ته د خوښۍ لپاره په دعا ويلو پاى ته ورسېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یوه چوکۍ او څلورڅلویښت کاندیدان", "output": "د ۱۳۸۸ کال د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره کابو ۴۴ کسانو خپل ځانونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سره راجستر کړي چې نومونه یې په لاندې ډول دي: شنهواز تڼی، محمد اکب� �بای، حامد کرزی، عبدالجبار ثابت، شاه محمود پوپل، محبوب الله کوشاني، بسم الله شیر، سرور احمدزی، معتصم بالله مذهبي، عبدالغفور روزي، فروزان فناه، شهلا عطا، عبدالله عبدالله، عبدالحسیب آرین، سیدجلال کریم، عبدالسلام راکټي، معین الدین الفتي، رمضان بشردوست، محمد هاشم توفیقي، حبیب منګل، بشیر بیژن، اشرف غني احم دزی، حسن علي سلطاني، ذبیح الله نورستاني، میرویس یاسیني، غلام فاروق نجرابي، میرسعید هاشمي، محمد داود، م حمد نصیر انیس، عبدالمجید صمیم، عبداللطیف پدرام، عبدالقادر امامي غوري، محمد یاسین صافي، سیدجعفر هوفیاني، رحیم خان، ګل احمد یما، ضیاالحق حافظي، بازمحمد، سنګین محمد رحماني، محمد حکیم تورسن، نصرالله بریالی ارس� �ايي، هدایت امین ارسلا، غلام محمد ریګي او محمد اکبر اوریا.داسې تمه کیده چې ښاغلی علي احمد جلالي، انوا� �الحق احدي او زلمی خلیل زاد به هم خپل نومونه د ټولټاکنو له خپلواک کمیسیون سره د کاندیدانو په توګه ولیکي خو د ۱۳۸۸ د غوايي د میاشتې د ۱۸ نیټې په تیریدو سره د ناڅرګندو دلایلو له مخې معلومه شوه چې یادو شوو درې واړو � �خصیتونو د کاندیدانو په توګه خپل نومونه ثبت نه کړل او ښاغلی ګل آغا شیرزی مخکې له مخکې د ښاغلي حامد کرزي په پلوۍ له خپلې کاندیداتورۍ څخه تیر شوی وو.مخکې لدې چې د خپلې لیکني مرکزي ټکي ته ورشو د دې خبرې یادونه ضروري ګڼو چې یاد شوي نومونه د ولسمشرۍ د کاندیدانو په توګه نهایي بڼه نه لري بلکي د انتخاباتو کمیسیون په دې هکله څ یړنه کوي چې کوم کسان د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره د کاندید په توګه وړ معیارونه پوره کولی شي او د نوماندو وروستی � �یست به د ضروري مراحلو د تیریدو وروسته د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شي.موږ په خپله دغه مقا� �ه کې غواړو چې د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د کاندیدانو د ډیروالي موضوع تر خپلې څیړنې لاندې و نیسو چې ولې یو زیات شمیر کسان غواړي خپل ځانونه کاندید کړي او د دې کار مثبت او منفي اړخونه څه دي؟د جمهوري ریاست چوکۍ ته د کاندیدانو د ډیروالي موضوع مختلف دلایل او وجوهات لري چې ځینو ته یې په لنډه توګه اشاره کیږي.د کاندید کیدو عمده دلایلد یاد شوو کاندیدانو په ډله کې ځینې کسان غواړي چې په واقعي توګه خپل هیواد، خلکو او ملت ته د خدمت جوګه شي او په ځان کې د دې وړتیا ویني چې د افغانستان په څیر یوه جګړه ځپلي هیواد کې د خلکو رهبري په داسې شان وکړي چې د سولې، سمون، هراړخیز پرمختګ او یوه ښه راتلونکي په طرف یې روان کړي.ځینې کسان بیا په سیاسي معام لاتو کې د ګډون او له دې لارې د امتیازاتو د لاسته راوړلو لپاره ځانونه کاندیدوي او دوی غواړي چې له دې لارې په م طرح کاندیدانو زور واچوي چې هرو مرو یو څه امتیازات ورته و مني. نوموړي فکر کوي چې له بلې هرې لارې د داسې سیاسي امتیازاتو په لاسته راوړلو نه بریالي کیږي لکه چې په دې بهیر کې یې شونتیا لیدل کیږي.ځینې کسان بیا غواړي چې یوازې نوم یې مطرح شي، خبري رسنۍ یې په هکله معلومات خپاره کړي، تصویر یې په دیوالونو نصب شي په تاریخ کې یې د نامه یادونه و شي او له ځان څخه له دې لارې د یوې مشهورې څیرې د جوړولو هڅه وکړي. هغوی په دې پوهیږي چې په مطبوعاتو کې به یا په لږ او یا ډیره پيمانه هرو مرو راڅرګندیږي او د افغانستان خلک به یې وویني چې فلانۍ خو هم ولا چې لویه سیاسي ککرۍ ده. دغه ډول افراد غواړي چې په خپلو سوانحو کې دا خبره ور زیاته کړي چې د جمهوري ریاست کاندید وو او بیا چې کله له عامو وګړو سره په مجلسونو کې کښیني نو د جمهوري ریاست د پخواني کاندید عنوان خو هرو مرو د هغه له نوم سره یادیږي. ځینې کسان بیا له واک او چوکۍ سره داسې یوه لیونۍ مینه لري چې په دې لاره کې له هرې لویې او وړې هڅې څخه مخ نه اړوي. دغه ښاغلی که لږ رایې وګټي یا ډیرې، که لږ طرفداران پيدا کړي او یا ډیر خو نوموړي شخص ته مهمه خبره دا ده چې په دې ګرم اتڼ کې خپلې لیچې واړوي او هر ځل د هغه نوم په یو لړ مطبوعاتو کې را څرګند شي.ځینې کاندیدان بیا غواړي چې خپله ډله، ګوند او حزب له دې لارې مطرح او د افغانستان خلکو ته یې د معرفي کولو هڅه وکړي. د دې حقیقت یادونه ضروري ده چې د افغانستان خلک د ګوندونو له بهیر سره چندان علاقه نه لري او نه هم زیاترو ګوندونو د دې هیواد په سیاسي چاپيریال کې د روښانه او ښو کړنو تاریخ درلودلی دی نو دغه ډول کسان د ولسمشرۍ ټو� �ټاکنو ته د کاندیداتورۍ له لارې څخه د خپلې ډلې شهرت زیاتوي. په دې کې شک نشته چې ځینې اشخاص او ډلې له بهرنیو هیوادونو سره د شکمنو اړیکو د تړ په اساس د انتخاباتو په پروسه کې ګډون کړی او ځینې داسې غوښتنې مطرح کوي چې د افغانستان له اساسي قانون سره سمون نه لري. د کاندیدانو د زیاتوالي مثبت اړخد کاندیدانو د ډیروالي مثبت اړخ دا دی چې د دیموکراسۍ او ولسواکۍ په دې دور کې هر افغان ته حق ورکړل شوی چې د خپلې وړتیا، علم، شخصیت او د خدمت د ادعی سره سم خپل ځان د افغانانو د قضاوت په تله کې وتلي. په دې ځای کې هغو ګیلو ته مثبت ځواب ویل کیږي چې د یو � �میر کسانو او اړخونو له خوا وخت پر وخت مطرح کیږي او ادعی کوي چې ګواکي واک د یوې داسې منحصرې ډلې او طبقې په لاس کې دی چې له موجودو امکاناتو څخه ناوړه استفاده کوي.اوس مهال د افغانستان د اساسي قانون له مخې سیاسي فضا داسې جوړه شوې ده چې هر افغان په هغه کې ګډون کولی شي، د خدمت ټټر وهلی شي او د خلکو د قضاوت تلې ته ځان را وړاندې کولی شي.د کاندیدانو د زیاتوالي یو بل مثبت اړخ دا دی چې یو شمیر تبلیغاتي کسانو، طباعتي کمپنیو او خبري رس ته د کار زمینه برابریږي ځکه چې زیاتره کاندیدان غواړي خپل عکسونه چاپ او د خبري رسنیو له لارې د یو مقدار پیسو په مقابل کې د خپل ځان لپاره کمپاین وکړي.د کاندیدانو د معرفي کیدو او کمپاین پر مهال یوه ښه خبره دا وي چې زیاتره کسان مثبتې خبرې کوي دا چې په راتلونکې کې څه کیږي هغه بیله خبره ده خو کاندیدان خلکو ته نوې نوې او له هی� �و ډکې خبرې کوي چې د خلکو په منځکې یو مثبت چاپيریال او مثبت فکر منځته راوړي. د کاندیدانو د زیاتوالي منفي اړخد افغانستان په څیر په یوه جنګ ځپلي هیواد کې د ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د کاندیدانو زیاتوالی ګڼې ستونزې زیږولی شي چې ځینو ته یې په لنډه توګه اشاره کیږي. لومړی: د رایو تقسیم او دویم دور ته د ټولټاکنو لیږ دولافغانستان د ژوند په داسې یوه مرحله کې قرار لري چې د یوه سخت اقتصادي او امنیتي حالت سره مخ دی په دې توګه چې د امنیت په هکله هم له دې هیواد سره بهرنیان مرسته کوي او د اقتصاد په برخه کې هم زموږ هیواد په بهرنیو مرستو متکي دی. نو د چارو د زیاتو شنونکو په نظر که چیرې د جمهوري ریاست د چوکۍ لپاره د کاندیدانو شمیر زیاتیږي نو د خلکو رایې تقسمیږي او هیڅ یو کاندید به هم د دې جوګه نه وي چې پنځوس جمع یو رایې په لاس راوړي او ټولټاکنې دویم دورته درومي چې دا کار له اقتصادي او امنیتي پلوه د افغانستان لپاره مشکل تمامیږي.دویم: د پانګې، وسای� �و او وخت بیځایه لګښتباید وویل شي چې هر کاندید هڅه کوي چې د خلکو د رایو د لاسته راوړلو، مشهورتیا او د ټو� �ټاکنو د ګټلو په سیالۍ کې تر خپل وس پورې پانګه ولګوي او له مختلفو وسایلو څخه استفاده وکړي چې دغه بیوزله هیواد او خلک د ژوند په نورو اړینو ساحو کې دغه ډول پانګې او وسایلو ته سخت ضرورت لري چې د دې هیواد د زیربناوو په جوړولو کې کار ترې واخیستل شي. که فرضا هر کاندید د خپل انتخاباتي کمپاین لپاره یو میلیون افغانۍ لګوي نو د � �۴ کسانو د انتخاباتي کمپاین لګښت څلورڅلویښت میلیونه افغانۍ کیږي چې په نوموړي مبلغ څو ښوونځۍ جوړیدای او س� �ګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي. همدارنګه د کاندید وخت هم بیځایه لګول کیږي، بیځایه ستړی کیږي او د یوه ناکام شخص په توګه یې نوم په ټولنه کې پاتې کیږي.دریم: د هیواد په چارو کې بهرنیو حلقاتو ته د فعالیت زمینه ب� �ابریدلیو شمیر کاندیدان په هر شکل سره غواړي چې د خپل ځان د معرفت لپاره لاس په کار شي نو د دې هیلې د سرته رسیدلو لپاره شاید چې له بهرنیو مغرضو او لاسوهونکو اړخونو سره تماسونه ټینګ کړي، د هغوی له مالي س� �چینو څخه ګټه واخلي او د هغوی ناوړه شرایطو او زموږ په هیواد کې د لاس وهنې منلو ته غاړه کښیږدي. دغه ډول کسانو ته دا خبره مهمه نه ده چې بریالی شی بلکي دا خبره ډیره مهمه ګڼي چې د خپلې کاندیداتورۍ په وسیله د افغانستان د ټولټاکنو پروسه له جدي ګواښونو سره مخ کړي او افغانستان نړۍ ته د یوه ناکام هیواد په توګه معرفي کړي.څلورم: د ټولټاکنو د کمیسیون لپاره د ستونزو زیږولپه دې کې شک نشته چې د کاندیدانو زیاتوالی په ه� �اړخیزه توګه د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ته هم ډول ډول ستونزې زیږولی شي ، لګښتونه یې زیاتیږي او چارو ته په داسې ډول رسیدګي نه شي کولی لکه چې یو معقول شمیر کاندیدان په انتخاباتي سیالیو کې د ګډون لپاره را وړاندې شي. پنځم: د انتخاباتو په پروسه باندې د خلکو د باور کموالیکله چې دغه ډګر ته یو زیات شمیر داسې کاندیدان را د مخه شي چې اصلا د مشرۍ، رهبرۍ او د خلکو د باور وړ نه وي نو عام ولس فکر کوي چې دغه پروسه هم هسې د یوې نندارې لپاره تر سره کیږي چې په ټولیزه توګه د دې مهمې او ملي پروسې په هکله د خلکو د باور رایه کمیږي او په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره زړه نه ښه کوي. خو که په ریښتنې بڼه څو داسې کاندیدان د خلکو له منځ څخه راووزي چې په هر اړخیزه توګه د � �هبرۍ وړ وي نو د خلکو باور د ټولټاکنو په بهیر باندې زیاتیږي او په ډیره مینه د ټولټاکنو په پروسه کې ګډون کوي. وړاندیزونه:1. وړ کاندید هغه مهال کولای شي چې د جمهوري ریاست د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون سره خپل نوم راجستر کړي چې د لس زره کارتونو پر ځای د سل زره کارتونه او د رایه اچوونکو لاسلیکونه له ځان سره ول� �ي.2. هغو کسانو ته د کاندید په توګه د نوم لیکنې اجازه ورکړل شي چې د نورو ټولو شرایطو د پوره کولو سره سره له یوه پیژندل شوي پوهنتون څخه د لوړو زده کړو سند ولري چې لږ تر لږه لیسانسه وي.3. داسې کاندیدان دې د کاندیداتورۍ له لیست څخه وویستل شي چې په جرمونو کې ملوث او یا د محکمې له خوا په جرم باندې محکوم شوي وي. 4. له یوې ډلې څخه دې یوازې یوه کس ته د کاندید کیدو حق ورکړل شي په داسې حال کې چې د ځینو ډلو مشر او مرستیال دواړه د ولسمشرۍ لپاره کاندید دي. البته هغه هم داسې ډله ده چې د افغانستان هویت په رسمیت نه پيژني او ځانونه افغانان نه بولي.5. هر کاندید باید هیواد ته د خپل عملي خدمت داسې یوه نمونه وړاندې کړي چې ګټه یې عامه وي او د افغانستان د پرمختګ لپاره یې سر ته رسولې وي.6. د افغانستان حکومت دې د ملي شوری په تایید د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په چوکاټ کې د هیواد له لویو سیاسي، دیني او ټولنیزو پوهانو څخه داسې یوه دایمي کمیټه جوړه کړي چې د هر ډول ټولټاکنو لپاره د کاندیدانو اړوند اسناد په ژوره توګه ارزوي او بیا وړ کاندیدانو ته د سا� �مې سیالۍ اجازه ورکوي. اخځلیکونه:• د هیواد ورځپاڼه، ۱۹۷۶ ګڼه، د ۱۳۸۸ د غويي ۱۹ نیټه• د � �زادۍ رادیو، د ۱۳۸۸ د غويي د میاشتې د ۱۹ نیټې پروګرام"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لاس", "output": "په غاړه كې چې مسته جوړه لاس راواچويو زړه ته مې دمينې پوخ اساس راواچوي رخصت چې ځنې غواړم زړه نا زړه اجازه راكړيله سترګو نه د اوښكو روڼ الماس راواچوي شهلا ملالو سترګو نه يې اوري الهامونهميوند ميوند ټپې مې پر احساس راواچوي ګاونډ كې مې مېشت شوى يو بدشكله تور شيطان د� �په كار كې مې د عشق شك و وسواس راواچوي زه ناست ورته په ونه كې د خيال يم ښكلې كښتهد وصل بلنليك به ه� �ته پاس راواچوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له دردنه ډك زړګې", "output": "له دردنه ډك زړګې هغه نـفـس چـې له شـيـطـان نـه تابع دارشې نـنګ ئـي ورك چـې لـه بـل چـاسـره غـلام شې كه دې څوك په چل و ول دخپل سرتاج كړې مـ� �ګ تـرې ښـه دې چـې په سردې بل بادارشې دپيسو هيله خو مونږ هيڅ كله نه كوله پلمه ئي څه ده چې مې كورهر� �په بمبار شي دژړا سترګې به مې څنګه خوب خندا كړې چې پيلغې انجونې په تګاب كې راته آزار شي په بدبـينوسپـيروستـرګو مه ګـوره هـيڅ چاته هڅې نه ګوره په دين كې بياله تانه برده بارشې ژوندون غوره آزادې ته کــړه نيكمله ښه ئي مه بوله هغه چې په زړګې باندې بيمارشې محمد اقبال نیکمل "}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند:ترشلو زيات وسلوال طالبان ووژل سوه", "output": "احمد لودين په هلمند کي په جلا جلا پيښو کي د وسلوالو طالبانو په ګډون تر شلو زيات وسلوال طالبان وژل سوي دي د ګرشک ولسوال حاجي عبدالا حد خان رسنیو ته وویل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې افغان او ايساف ځواکونو د ولسوالۍ په ميرمنداب سيمه کې عمليات پيل کړي دي . هغه زياته کړه، چې تراوسه په دې عملياتو کې ٦ وسلوال طالبان وژل سوي او د ملا غفار په نامه يې يو قوماندان ژوندى نيول سوى دى . ولسوال زياته کړه چې د ناد علي ولسوالۍ د کوفکې په سيمه کې چې له ګرشک سره نږدې پوله لري، هم د ايساف په عملياتو کې ٧ وسلوال طالبان وژل سوي دي . عبدالاحد خان وايي چې تېره ورځ د ولسوالۍ په مېرمنداب سيمه کې درې وسلوال چې ماين يې ښخول، خپل ماين يې پرې چاودېدلى او وژل سوي دي . دغه راز تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د اوپاشک په سيمه کې د ماين چاودنې لهبان امله، ٤ تنه وژل سوي دي . د ګرشک ولسوال وايي، چې وژل سوي کسان له بهرنيو ځواکونو سره هغه افغان امنيتي سرتېري دي، چې پر کورولا موټر يې ماين چاودېدلى و . بل لوري ته د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د اوپاشک په سيمه کې يې د يوه قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژلي دي . دغه راز نوموړي په نادعلي ولسوالۍ کې هم، د يوې چاودنې له امله د ګڼ شمېر بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا وکړه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محاسن الاسلام(۲۴)برخه،په اسلام کښي دښځوارزښت", "output": "بسم الله الرحمن الرحيممحترموو� �وڼو دمحاسن الاسلام په تيروبرخوکښي ماوتاسي ته په دې باره کښي معلوماتونه درکړل چی داسلام ترظهورله مخه له ښځوسره په کومه اندازه بدسلوکی کیدله اودارنګه څونه دوۍ په نړۍ کښي بې ارزښته وې او ترکومه حده پوری دظلم اودشکنجوښکاروې اوله دې سره سره می په موجوده روانودوروکښی دغیرمسلموهیوادوله ښځوسره دظالمانه سلوک هم ځنی بېلګی بیان کړې،اوس په دې حقله تفصيلات درته وړاندی کوم چی وروسته له هغه چی داسلام مقدس دين ونړۍ ته راغلۍ نو بيااسلام دښځو دحقوقواحياپه څونه اندازه وکړه اودارنګه ئې ددوۍ عظمت اوارزښت ونړۍ ته په څه ډول څرګندکړ، اسلام له يوه طرفه په نړۍ کښي داجمال اودخلاصې په توګه وټولونړيوالوته دادرس اوتعليم ورکړچي ومطلق بشرته که نروی اوکه ښځه الله جل جلاله عزت اوکرامت وربخښلې دۍ اودبشرودغو دواړو نوعو ته بايد دشرف اوددرنښت اودزيات قدراوارزښت په سترګووکتل سی لکه چي په قران پاک کښي دسورت اسراء په اويايم آيت کښي الله جل جلاله فرمايلی دی، (ولقدکرمنابني آدم وحملناهم في البر والبحر ورزقناهم من الطيبات وفضلناهم علی کثيرممن خلقنا تفضيلا ) يعنی اوخامخا په تحقيق ډيرعزت ورکړيدۍ موږواولاددادم ته اوسواره کړی مودی دوی پرمرکوباتوباندی په وچه کښي اوپه سيندکښي اورزق، روزی موورکړيده دوۍ ته له طيباتوپاکيزه ؤشيانواوغوره کړي مودی دوی پرډیروله هغه چاچي پيداکړی مودی په غوره کولوډیروسره، په دغه مبارک ايت کښی دبنې لفظ کوم چی وآدم ته مضاف دۍ ونارینه � �اووښځوودواړوته ورشامل دۍ ځکه که څه هم دبنې لفظ کوم چی په اصل کښی بنین دۍ وځامنوته ویل کیږی خوداعلمی قانون اواصل دۍ چی کله چی دغه لفظ مضاف سی نوبیا ونراووښځی دواړوته ورشاملیږی،وروسته له دې چی ددغه مبارک آیت په کلم اتوکښی تامل اوتدبروکړسی نوداخبره په ډاګه کیږی چی اسلام په خپل دغه یوه هدایت سره دنړۍ ټولی ظالمانه مفکورې کومي چی دښځوپه با ره کښی بې درلودې منسوخه اولغوه ګرځولی دي اوله مختلفووجوئی ښځه اونرغوږپه غوږاوسره ب� �ابر دقدراوارزښت خاوندان ګڼلی دی چی تفصیل ئې دادۍ ،اول، په دغه آیت کښی وعالم بشریت ته داتعلیم و� �کړسویدۍ چی ښځه اونردواړه دډیرعزت ،شرافت اوکرامت خاوندان دی اوودواړوته دغه اعزاز اواکرام دکائناتودخالق اومالک له لوری څخه وربخښل سویدۍ، دوهم،په دغه آیت کښی دښځی اودنرترمنځ په دې کښی برابروالئ اومساوات په ډاګه سویدۍ چی دواړه بشراوانسان بلل کیږی اودهغوکفارودجاهلانه نظريی تردیدئې کړیدۍ کوم چی ښځه ئې یاپرمخ دانسانیت له نوعی څخه خارجه بلله اویائې ددې بشریت ناقص بشریت ګاڼه لکه ی په تیروبرخوکښی ددوئ ددغوجاهلانه م فکوروبیا موږوتاسی ته وکړ، دریم،په دغه آیت کښی دنر اودښځی تړون اودنسبی رشتې مساوات بیان سویدۍ په دې � �ول چی نراوښځه دواړه دیوه پلاراواده اوپه یوه پلار کښی سره ګډدی، څلرم،په دغه آیت کښی الله پاک په خپل دغه قول کښی چی وحملناهم فی البرښځه اونرسره برابرکړیدی په دې معنی چی نعمت دحمل فی البر اودحمل فی البحرپ� �دواړوباندی یوشان الله جل جلاله کړیدی، پنځم،الله جل جلاله په خپل دغه مبارک کلام کښی ،چی ورز� �ناهم من الطیبات،ونراوښځی ته په یوه سترګه کتلی دی په دې معنی چی له پاکیزه اوحلالوشیانو څخه د رزق اوروزی و� �کولوپه انعام اواحسان کښی ودواړو ته الله جل جلاله په نظردرحمت کتلی دی اودواړه دالله دورکړسوی رزق مالکان جوړیدلای سی، شپږم،ددغه آیت په اخیری جمله کښی چی یوبل ډیرغټ احسان کوم چی الله له بشرسره کړیدۍ چی هغه دبشرډیرفضیلت اوبهتروالی دۍ پرډیروله مخلوقاتوڅخه، ذکرسویدۍ نوپه هغه کښی هم ښځی وونرته په یوه سترګه کتل سویدی،اوله بله طرفه اسلام دښځوپه شان کښی له داسی عدالت اوانصاف څخه کاراخیستئ دۍ چی ترهغه پورته له ښځوسره دانصاف تصورلاهم نسی کیدلای چی په راتلونکوبرخوکښی بې مکمل توضیحات انشاء الله درته راسی ،والسلام ومن الله الوفیق نوربیا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دقیامت دورځی حساب جنت اوجهنم", "output": "امام ابوحنیفه رحمه الله دایمان نه روسته داعمالوسزااوجزاذکرکوی حساب کتاب داعمالووزن جنت اودورخ حق دي نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی تسلی ورکوي چي دکفارودکفرسرکشۍعناداوکفر پروامه کوه مونږبه ورسره کوو.ثُمّ اِنّ عَلَیٌنَاحِسابهم (غاشیه 26)ژباړه : بیشکه زمونږپه غاړه ددوۍ حساب دی دقیامت په ورځ داعمالو تلل حق دي الله تعالی فرمايي والوزن یومَئذن الحق (اعراف 8)ژباړه : اوپه دغه ورځ د(اعمالو)وزن حق دی اوفرماییوَنَضَع الموازین الٌقسط لیوم القیامة فلا تظلم نفس شیئا (الانبیاء 47)ژباړه : اوکیږدو تله دانصاف لپاره دقیامت په ورځ ظلم به ونه شي په هیڅ نفس دقیامت په ورځ به دهر انسان نیک او بد اعمال به تلل کیږي دچاچي نیک اعمال درانه شي کامیاب اودچاچي نیک اعمال سپک اوبدیی درانه شي داکس هلاک شوالله تعالی فرمایی فاَمّا من ثقلت موازینه فهو فی عیشة ٍراضیة واما من خفت موازینه فامه هاویة ( قارعه 6تر9)ژباړه : دچاچی دنیکو اعمالوتله درنه شي نوهغه به په ښه ژوندون وي چی راضي به وي اودچاچی د(نیکو) اعمالووزن سپک شی نو دده ځای به هاویه وی (هاویه ګرم اورته وایی )اوفرمایی : فمن ثَقلت موازینه فأولئک هم المفلحون ژباړه : دچاچی دنیکواعمالوتله درنه شی نوهمدوۍ کامیاب دي مسلمان ته دقیامت دورځی په حساب کتاب داعمالو په تول ایمان لرل پکار دی داعمالو تول به څنګه وی ؟دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه هغه وفرمائیل اَلصُحُف کتابچی به وي چی نیک اوبداعمال به پکی لیکل شوی وي . اوس نوپه خپل ګریوان کی کتل پکاردي چی ماپه خپله زندګۍ کي کومه تله درنه کړي ده دنیکو اعمالو اوکه دبدو؟ که نیک اعمال زیات وی بایدنورهم کوښښ وکړی اوپه تیرو نیکواعمالودالله تعالی شکر وویستل شي که بد اعمال زیات په نظر راشی توبه ویستل اوپه اینده کي دنه کولوعزم پکاردی جنت دالله دنعمتونو اورحمتونو ځائ دی داسی نعمتونه چی نه سترګولیدلي نه غوږونواوریدلي اونه دچاپه خیال کی راغلي دا عقیده لرل پکاردي چی جنتونو لاپخواالله تعالی خپلو نیکانو بندګانو لپاره جوړکړي. قرآن کریم کی الله تعالی فرمائی اُعِدت للمتقین ژباړه : تیار شوی لپاره دپرهیزګارانوجهنم دالله دقهر اوغضب ځای دی پخوا تیارشوی اوڅوک چی دالله نافرمانی کوي اوکافران دی هغه به پکی اچول کیږي الله تعالی دجهنم په باره کي فرمائی اُعِدت للکافرین (آل عمران 131)ژباړه : (جهنم ) دکافرانو لپاره تیارشوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "شعر عبدالنافع پتمل د نازولو پر کور بم پريوتۍ دا په کوم چم په کوم نيرنګ پريوتۍ رقيبه اوس به دي زړه سوړ غوندي وي چه ډير محکم زموږ پر چم پريوتۍ د يوڅو خويندو مو ټيکري وسوله ځکه وطن کي ازادي راغلې ډيموکراسي ترنامه لاندي ګرانه د څوبي کسو ق� �باني راغلې د ملالۍ د ژبي کس مو وژني د ايوب خان کورته بدي راغلې د خپل زړه په رڼاېي کي سم په ځير ورته وګورۍ دا ېي ګناه وه چه دوي نه پريښول پرخپل حريم د بل چا غله ګامونه د ککريو نذرانه ېي ورکړه دمظلوم قام د حفاظت دپاره دخپل بدن ګلګونه وينه ېي توي سوه دحريت او ثقافت دپاره داچه وژنو کي ېي څه موخه ده د کوم عزت او کوم هدف دپاره خدايه! د افتونو يو بلا کړي پر مخ چه دوي هم خوار سي دافغان په شاني د ليونيو په شان وشړل سي دخپل ديار نه د اغيار په � �اني پريږده چه دوي هم په ژړا ستړي سي پر شهيد زوي لکه د پلار په شاني اي هوډ پالو افغانانو راسي يوموټۍ قوت سو جوړ وطن جنت جنت کړو داچه پروت کنډر کنډر دي هم به جوړ کړو سره ګ� �ونه دشهيد پر قبر باندي دوطن به حفاظت کړو ستره مور مو ده د وړاندي پاک وطن مو د تن وينه پام احتياط چه ډالۍ نه کړي په پردو د وطن مينه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کي يو کانديدپه وسلوال بريد کښي ووژل شو", "output": "ميرويس جلالزی د هلمند ولایت نه ولایتي شورا ته یو تن بایلونکئ نوم اند له دوو نورو کسانو سره یو ځای وژل شوی دی د هلمند امنیتي چارواکي وایې انجینر عبدالغني او ورسره دوه نور کسان چه د هغه د کورنۍ غړي وو د جمعه په ورځ د هلمند د نوزاد په ولسوالۍ کښي تر وسلوال برید لاندي راغلي او وژل شوي دي . چارواکي وایې د پیښي په اړه پلټني پیل شوي او گمان کیږي چه دا کار به دطالبانو وي . دا پیپه په داسي حال کښي رامنځ ته کیږي چه څو ورځي وړاندي خو بیا د نوموړي ولایت د ټاکنو د دفتر د یو مامور مړی وروسته له هغه تر لاسه شو چه دئ په دې تور چه گواکي له دولت سره کار کوي نامعلومو وسلوالو له خپلي سیمي نه تښتولی وو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوزاد ولسوالۍ کې ٧ طالب جنګيالى وژل شوي", "output": "هلمند کې چارواکو ويلىد دولتى پوليسواو طالب جنګياليو ترمينځ د جګړې په ترځ کې د ٢ پاکستانيانو په ګډون ٧ تنه طالب جنګيالى د نوزاد ولسوالۍ کې تيره شپه وژل � �وي دي . د هلمند دپوليسو مشر نبى ملاخيل وايى جګړه هغه مهال پيل شوى چې د پوليسو په پوسته د طالب جنګياليو له � �وري وسله وال بريد پيل شو . ده ويلى چې د ٢ تنو وژل شوو طالبانو مړى په سيمه کې پاتې دي او نور جسدونه يې وړي دي. ملاخيل وايى دولتى پوليسو ته د سر زيان نه دى رسيدلۍ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شنډنډ له یوې اوونۍ وروسته تر لوي غمیزي (ګزارش)", "output": "له هراته دشرف الدين ستانکزي رپوټ: دنوابادړنگ شوي کلي کي تريوي اوني وروسته سوکه سوکه سيمه ايزخلک دژوندعادي حالت ته راګرځي ګڼه خلکوبيلونه کولنګونه راخيستي دبمباري له امله خاوروخځلولاندي پټ لوښي رابرسيره کوي اوياهم دخپ� �ي وراني خوني دبيارغوني هڅه کوي. دغه کلي دشندندعزيزابادښارکي دهرات قندهارسړک په غاړه ودان وه اونواباد(يانوي وداني )بللکيده له نن نه وه شپي دمخه دپنجشنبي په شپه په داسي حال کي چه دکوم کليوال دمړيني دجمعه ګي دخيرات ختم ته خلک راټول شوي وه سختي بمباريي لسګونه کسان ووژل خواوس دپخواني دودبرخلاف دغه کلي کي دجمعه ګي نغري نه روغ پاته دي اونه هم کوم تنورباندي دخيرات کټوچابارکړي ليکن دکورني ګڼه غړيويي دماښام � �يوه په قبرونو روښانوله.ډله دله ښځي اوماشومان په هديره ورمات وه چاه دځوان کوژدني زوي دکوژدي ګول دهغه په قبرکيښوده اوچاسره هم دشمع ترڅنګ دوژل شويوماشومانودلوبوميراث سامان ښکاريده په زوره زوره يي چغي وهلي اودخداي له درباره يي دظالم خونه خرابه غوښته.دغوميرمنودخپلواولادونوپه يادداسي بدي ورځي کولي چه م ايي په وړاندي دخبروکولوياغږاخستوجرئت له لاسه ورکړ.مګرپه خواکي ولاړوسړيويي جمهوررئس نه په ګ� �ودپيښي دعاملينومجازات غوښته .شندندکي تيره يوه مياشت کي دادريم پلاده چه ملکي وګړي په ورته بيرحمي له م نځه ځي تردغي پيښي يواځي ٢٨ورځي دمخه زيرکوپه کلي کي ددوه قومي مشرانوارباب دولت وحاجي نصرالله خان اوددوي ددوه زمنوترڅنگ ١٥)کسه نورهم په ورته ناتارووژل شوه هغه اوددي دواړه پيښو قربانيان دخلکوله هرڅومره � �کايت سره سره دولتي ځواکونوطالبان وبلل خوپه دغه پيښه لکه چي دخلکوحوسله نوره تمامه وي په لاريون واټونوته راووتل ازادي راډيوته يي وويل ترهغوبه خپل شهيدان خاورته ونه سپاري څويودولتي پلاوي پيښه په خپلوسترګوونه ګوري.په همداسي کولوسره ځايي امنيتي مامرينوهم ژبه واړوله اوجمهوررئيس دافغانستان دحج اواوقافووزيرپه م� �ري يوپلاوشندندته وليږه دهيئت يوه غړي محمداقبال صافي ازادي راډيوته وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي وبل� �.زياته يي کړه دنوي٩٠ کسانوجسدونه يي په خپلوسترګوکتلي له دغه منځه يي ١٥)تنه ښځي اوپنځه لس ځوانان نوروژل � �وي وګړي ټول ماشومان وګڼل. دصافي څرګندونوچه دلومړي ځل لپاره دازادي راډيوله لاري نشرشوي هيوادکي ديننه اوبهر دبيلابيلوحکومتونواوبشري ټولنوغبرګونونه راوپارول په امريکايي ځواکونوهرچا ددغه کارله امله بدوويل اوجمهوررئيس حامدکرزي نه يي دعاملينودمجازات وغوښته دامريکاځانګړوځواکونود پيښي دتحقيق ترڅنګ وويل دوي عمليات دملي اوردوقوماندي لاندي ترسره کړي دي ځکه نوداولس مشرپه حکم دغرب زون ٢٠٧ضفرقول اوردو اودکوم اندوقوماندانان له دندي ګوښي شوه .مګردقولي اوردوګوښه شوي قوماندان جنرال جلندرشه بهنام دده په وړاندي تو� �ونه بي اساسه وبللزياته يي کړه امريکايي ځواکونود عمليات پلان نه وه ورسره شريک کړي اونه هم دغه سيمه کي دعملياتوضرورت ليدل کيدهدشندندپيښه دومره زړه بوږنونکي وه چه آن طالبانوهغه څوک چه تل دملکي وګړودځوروني تورونه پي شته خوابدي رابرسيره کړه قاري محمديوسف احمدي په ټلفون سره ازادي راډيوسره په تماس حامدکرزي نه ددغي پيښي عاملين محکمه کول وغوښته په هرصورت دشندندنوبادکلي کي داسي کورهم وه چه له سره يي څوک ژوندي نوه پاتي ٢٠)کورونه يومخ له ځمکي سره برابروه هيڅ انسان دغه سيمه نه په کتنه اوښکي نه شي ټينګولي اوخبرخويي لادم� �ګروملتونودمامورينوترڅنګ دجمهوررئيس په شونډوهم دڅق څق کلمه جاري کړه پوښتنه دادي چه زمونږتشه خوابدي هغوته څه ورکوي؟ دنظرخاوندان وايي خوابدي خوابدي اوبيابيامحکومول دشندنددخلکواوښکي اوويني نشي وچولي بلکي دورته عمل بيانه تکراراودخوني ابادول ددغوخلکوپه حکومت پوردي ديادولووړدي چه دغه کلي هلکان اوس دلوبولپاره په ډمبر(سړک)نه ليدل کيږي دلته دښونځي خوني له زده کونکوتشي دي داځکه چه تنکي م اشومان هم دخپلو١٥)تنه ټولګيوالوپه مړينه غمجن دي دنوابادښونځي ښونکودخپلوپنځلس زده کونکوومړينه ومن� �ه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بيا هم د طالبانو مشران ووژل شول", "output": "د كاپسا ولايت والې پرون بېنوا ويبپاڼي ته په خپلو خبرو كې وويل چې د نوموړې ولايت په تګاب ولسوالې كې يې له ايتلافې ځواكونو سره په يو لړ ګډو عملياتو كې څه نا څه سل تنه سخت دريځې طالبان وژلې او ژوبل كړې دې. د ښاغلې مراد په وينا په دې عملياتو كې د طالبانو درې تنه سيمييز مشران هر يو حاجې مولوې، خيرالله نظامې او قارې زمرى وژل شوې دې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سيالي", "output": "له افسوسه مې زړه تنګ شي ډير خوږيږيچې نظر وکړم د خپل ولس روز ګار تهبې له اوره مې بيا ټول بدن سوځيږيخجالته شمه ډير قبر دپلار تهد افسوس نارې وهم که څوک يې واو� �يپښتانه راپاڅومه له غفلتهورور په ورور ځان کڼوي خبره نه اوريچې لږ موړ شي غريب ورور وهي په لتهله حسرته مې له خولې خيژي کوکارېد نيکونو د غيرت ګورمه پتهله ژړا ژړا مې سراو ځان خوږيږ يحوصلې مې ټينګې نه شوې انتظار تهد سيالانو له سيالۍ نه شولم پاتېچې فقط د خپل بابا په توره وياړمنن کوم ه پښتنو ته ننواتیزه د ننګ په ديرو ګرځم ورته ژاړمنورې مه کوۍ په خپلو بچو زياتېکلی کور په پوهه زده کړه اباديږييو ځل وګوره پښتونه خپل کردار تهواوره ای وروره پښتونه ځان خبر کړهڅنګه ژوند کوي نړۍ کې انسانانته له دوی ځنې کم نه يې خو ځان نر کړهتاريخونه د وطن کوي بيانپلار ګټلې په اسانه مصر فيږيد تنبل بچي پيغور يې کيږي پلار تهپه نړۍ د افغانانو لوړ عزت ؤچې يووالی اتفاق پکې موجود ؤپه هر لور يې د بري بيرغ اوچت ؤد هر يو موخه د خلکو وطن سود ؤهسې رنګه د دوی لوړ شان او شوکت ؤآبادي د ملک د هر افغان مقصود ؤخو چې کله د نفاق په لار سميږيډير په لاس د غليم پورته شولو دار تهکه په خپل کرايوان کې هر يو فکر وکړود غفار بابا په ياد کړو نصيتحتد پښتون په څير خپل ځان ته نظر وکړوفکر وکړو په ټوټه ټوټه ملتمطمًن يم قناعت مو حاصليږيکه مو پام شولو نړۍ او خپل روزګار تهبس غيرت له ځينو ځينو ځنې تللیورنه هير دی د خپل پلار نيکه دستورپښتانه ته پښتنو ټوپک نيولیملک پنځه ځايه ويشلی ژوند ترورځينو خړې سترګې بل ته لاس نيولیجوټه خور پښتون ته مرګ له دې ضروردا په زړه د خدمتګار کله جوړيږيچې غلام د غلامۍ کړي خيال بادار تهمحم ديوسف خدمتګار مزدورزوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آيا په زانګو كې ويده ماشوم هم ترهګر و؟", "output": "زموږ د هېواد اوسنى روان حالت د يو لړ � �ويو ستونزو او كړاوونو سره مخ شوى دى، له يوې خوا جګړې، او له بلې خواهم دخلكواقتصادي ستونزې او د بې كچې لوږې او بې كارۍ ناورين دى، افغان ملت په داسې حساسو شرايطو كې راګير دى، چې د خپل خلاصون لپاره هېڅ لاره نه ويني. كه له طالبانو څخه وروسته خلك يو څه د پرمختګ لپاره لېوال و، هغه آرمانونه يې هم اوبو يووړل، پرمختګ نه بلكې په شاتګ وشو، په شاتګ ځكه ورته وايو، چې ددې دورې په لومړيو كې د هېواد په كچه اويا سلنه امنيت خوندي و، خو اوس د هېواد په كچه تر اويا ډېر امنيت خراب شوى دى. په يو هېواد كې يوازې مركز مهم نه دى، چې امنيت ولري او خلك پكې ارام ژوند وكړي، د ټول هېواد وګړي يو شان حق لري، خو نن پر افغانانو داسې وخت راغلى، چې د لرې واټن او سرحدي ولايتونه خو پر ځاى پرېږده، د هېواد په پلازمېنه كې هم آرامي نه ليدل كېږي، كه به دوه كاله مخكې يو يو ځاى له طالب سره جګړه پېښېده، خو اوس له هر افغان سره جګړه روانه ده، په دې وروستيو كې ټوله نړۍ په سترګو ورته ګوري، چې په سوونو بې ګناه هلكان، ښځې، بوډاګان او زموږ بې وزله هېوادوال په خپلو كورونو كې تر خاورو لاندې كېږي، دې ډول بمباريو ته به هېڅ افغان او هېڅ نړيوال د سهوې بمباري ونه وايي، كه دوى هر څه ترورېزم بولي، خو موږ او ټول حقيقت اورېدونكي او حقيقت ليدونكي به دې بې رحمه وژنو او بمباريو ته ترورېزم ووايي، چې نن يې په سترګو وينو، تر دې لوى ترورېزم او وې� �ه اچونه به هېڅ نه وي، تر دې لوى وحشت او بربريت به هېڅ نه وي، د وږي د مياشتې د لومړۍ نېټې د هرات د شينډنډ بمبا� �ي، چې ونو او بوټو پرې وژړل، د څه لپاره و، آيا دې ډول ظلم او وژنو ته به څوك د ترورېزم نوم ورنكړي؟ آيا دا په � �وى لاس جګړې ته د افغانانو د هڅولو يوه پروسه نه شو بللى؟ څرګنده خبره ده، ځكه، چې په دې بمبار كې هېڅ يو نظامي كس نه دى مړ شوى ټول بې وزله افغانان په خپلو كورونو كې تر خاورو لاندې شول، دوه كلي په پوره ډول ړنګ شول، ددې دوو كليو په خټينو كورونو كې ټول بې وزله افغانان په شهادت ورسېدل، د بمبار شوي كلي په څنګ كې د پشت شهر کلي يو تن � �ومي مشر تورخان څرګنده كړه، چې په دې بمبار کې زيات شمېر ملکي کسان وژل شوي، دى وايي، کله چې بمبار وشو نو د نواباد دکلي له بمبار څخه پاتې اوسېدونکيو له دوى څخه د مړو او ټپيانو په را ويستلو كې د مرستې غوښتنه وکړه، � �ومي مشر وويل: (( کله چې موږ ورغلو تر مازيګر پورې مو په خپلو سترګو د ٩٤ کسانو مړي وليدل او په ډله ييزه توګه موخاورو ته وسپارل.)) د ده په ګډون د يادې شوې سيمې اوسېدونکي وايي، چې په دې سيمه کې د طالبانو کومه نښه هم نه وه او بمبار هم د ناسم راپور له مخې ترسره شوى دى. ولې ناسم راپور د نړۍ په سطحه ځواكونه، چې په هر ځاى كې په ناسمو راپورونو بمبار كړي، او د سم او ناسم راپور تر منځ توپير نشي كولاى نو بيا خو د دوى پوهه او بصيرت تر پوښتنې لاندې راځي. ددې ډول ظالمانه بمبار په پايله كې له ړنګو كورونو څخه د را ايستل شوو مړو شمېر ۱۵۰ كسانو ته ورسېد، تر دې پېښې وړاندې د فرانسې يوولس كسه سرتېري، د كابل په سروبي ولسوالۍ كې له طالبانو سره په مخامخ جګړه كې وژل كېږي او په مړو يې ټوله لويديزه نړۍ اوښكې تويوي تر دې، چې كله د هغوى مړي فرانسې ته وړي د هغه هېواد لومړى وزير ورته ژاړي د فرانسې په زرګونو خلك ورته راټولېږي له هغې سره يو ځاى د خپلو مړو پر حالت ژاړي، خو زموږ بې وز� �ه اولس باندې په خپلو كورونو كې بمبار كېږي، په خپلو كورونو كې تر خاورو لاندې كېږي، هغوى د جګړې په ډګر كې نه و بلكې د خپل اولاد لپاره يې په دې ستونزمنو حالاتو كې يوه مړى ډوډۍ برابروي، وژل كېږي، او وروسته زموږ بې كفايته دفاع وزارت خبر وركوي، چې په شينډنډ كې ۳۰ كسه ترهګر طالبان ووژل شول، د فرانسې لومړى وزير د لسو كسو په وژل كېدو باندې ژاړي، چې ټوله نړۍ يې دا حالت ګوري خو زموږ دروند او ښاغلي ولسمشر د شينډنډ په پېښه كې، چې ۱۵۰ بې وزله ملكي كسان په خپلو خټينو او بې وزله كورونو كې تر خاورو لاندې شول، نه يې يوه اوښكه تويې كړه او نه يې هم مجرمينو ته كوم ګواښ وكړ، بلكې د پخوا په ډول يې پلاوى ورته وټاكه، سره ددې، چې ټولې نړۍ وليدل، چې وژل شوي كسان ټول ملكي او غير نظامي كسان دي، خو بيا هم دوى غواړي سيمې ته پلاوى ولېږي،او مالومه كړي، چې آيا وژل شوي كسان ملكي دي او كه نظامي؟ اوس دوه خبرې دي كه پلاوى سم او دقيق مالومات راوړي نو د كونړ د والي په څېر به هر يو له دندې ګوښه كېږي او كه يې ناسم مالومات راوړل، په حق يې سترګې پټې كړې، هم به ونازول شي او هم به چارواكي نور د پېښې د سپيناوي په كيسه كې نه وي، په يوه اوونۍ كې د هېواد په كچه ۳۰۰ كسان په مظلومانه ډول تر خاورو لاندې كېږي، خو زموږ هغه چا� �واكي، چې همدې تر خاورو لاندې مظلومو كسانو هغوى ته رايه وركړې هغوى يې په خپلو رايو د ولسمشرۍ او پارلمان تر ودانۍ پورې ورسول، خو نن ورځ ددې مظلومو په حال ژړېدل خو پر ځآى پرېږده، بلكې هېڅ يې په كيسه كې هم نه دي، آن تر دې، چې په شينډنډ كې تر بمبار وروسته د سيمې خلك په سوله ايز لاريون لاس پورې كوي، هغه ملي اردو چې ځانونه زموږ دفاعيان او ساتونكي بولي ورباندې ډزې كوي، چې په لاريون كې هم تر۱۰كسانو ډېر د دوى د ډزو له امله مړه او ټپيان كېږي، نو اوس دا مظلوم ملت چاته وژاړي؟ د فرانسې مشران د لسو كسانو په وژلو له ټول ملت سره يو ځاى ژړېږي زموږ مشران د ۳۰۰ بې ګناه كسانو په وژلو يوازې پلاوى ټاكي.د شينډنډ د نو اباد د کلي يوتن اوسېدونکى محمد � �طيف، چې د شينډنډ په هوايي ډګر کې کار کوي وايي، په دې بمبار کې د ده د کورنۍ ١٦تنه وژل شوي دي، نوموړي وويل: (( زه په هغه شپه په هوايي ډګر کې وم کله، چې مې د چاودنو غږ واورېد له دوى څخه مې وغوښتل، چې کلي ته راشم اجازه يې � �انکړه، خو چې په سبا يې کلي ته راغلم نو ګورم، چې د کلي نقشه بدله شوې هرې خواته دېوالونه او کورونه ړنګ � �وي.)) نوموړي په ژړغوني غږ وويل: (( زه له خپلې کورنۍ څخه يوازينى تن وم، چې په دې شپه له کور څخه د باندې وم، په دې بمبار کې زما د کورنۍ ټول غړي ووژل شول ماته زما له کورنۍ څخه نور څوک نه دي پاتې.)) دى وايي، چې د ده په کورنۍ کې ٩ ښځې، ٦ ماشومان او يو سپين ږيرى و، چې په دې بمبار کې وژل شوي. اوس دې زموږ په چوكۍ مين چارواكي او د پارلمان يوولس سوه ډالره معاش خوړونكي وكيلان، چې اوس هم د معاش له لږوالي څخه كړېږي، او د و� �سواكۍ نړيوال ټېكه داران پرېكړه وكړي چې آيا دا ټول ترهګر دي؟ آيا هغه په زانګو كې ويده ماشوم، چې تر خاورر لاندې شو ترهګر و؟ آيا هغه د لسو اولادونو پلار، چې ټوله ورځ د بل په كار كې خپله انرژي لګوي څو خپل اولاد ته ډو� �ۍ پيداكړي، ترهګر و؟ آيا هغه ماشوم او ماشومه چې خپل د دويم او لومړي ټولګي كتابونه يې په بمبار كې تر خاورو � �اندې شول ترهګر و؟ آيا د كلي هغه بې وزله كاريګر چې د ډېر سخت كار له امله يې د لاسونو او پښو چاودې او ټناكې په � �بر كې د اېښودو په وخت كې هم له ورايه ځلېدې ترهګر و؟ نه هېڅ كله هم نه دا ټولو ته مالومه ده، چې دوى بې وزله كليوال وګړي و، د سروبي د فرانسويانو تر مړينې وروسته، بهرني ځواكونو ددې په پلمه، چې طالبان د لغمان ولايت ته اوښتي، او د ګړوچ په سيمه كې مېشت دي، د ګړوچ د سيمې په بې وزله خلكو، چې ډېرى يې بزګر او مالداران و داسې وحشتناكه او بې � �حمه بمباري وكړه، چې تر ۴۰ ډېر كسان او په سوونو حيوانات پكې مړه شول، دا بايد څرګنده شي، چې تر څو پورې به پر م وږ بې پوښتنې بمبار كېږي. نو په پاى كې موږ له دولتي چارواكو څخه په جدي ډول غوښتنه كوو، چې كه واك لري، نو نور دې په خپل مظلوم ملت باندې د ظلم او ناروا مخه ونيسي، نور دې له دې مظلوم او ځورېدلي ملت سره دوى هم وژاړي، نور دې نه پرېږدي، چې زموږ د ماشومانو د كتابونو بكسونه تر خاورو لاندې او دوى په ډله ايزه توګه په قبرونو كې واچول شي، نور دې چا ته اجازه نه وركوي چې په خپل سر بمبار او عمليات وكړي. او كه چېرې د دوى خپله واك نه لري نو بيا دې په عزت سره خپله دنده پرېږدې، په دې سره خو به دومره ګټه تر لاسه كړي، چې نوم يې د ملي غدارانو په تاريخ كې ثبت نه � �ي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوچنی ماشوم او لوړ احساس", "output": "قدرمنو لوستونکو! بهرمېشتي افغان ماشومان هم لکه دلویانوپه څېر دخبري رسنیو په مټ او یادخپلو کورنیو دمشرانوله لارې دا مالومات ترلاسه کوي چې پر هیواد او ولس یې څه تېریږي . د هغو کورنیو مشران چې له خپل هیواد او ولس سره کلکه مینه لري ماشومان یې هم ورته احساس د لارې مل ګرزوي . دا ډول ماشومان که په هرڅومره ښو شرایطو کې هم ژوند کوي خو بیا هم مایوسه ښکاري دا ځکه چې پر هیواد کې یې بد حال دی د دوی روح له خپل پلرني هیواد سره غوټه ده دمثال په ډول تاسو ته ویلای شو چې تېر کال په جرمني کې دعیسوي نوي کال دلمانځلوله خوښي څخه یو افغان ماشوم خپل ځان بې برخې کړ او کومې پیسې یې چې دکال په اوږدو کې د نوو جامواو اورلوبود رانیولو لپاره ټولې کړې وې هغه یې ټولې دقمبر په څلورلاره کې هغې بېوزلې کورنۍ ته راولېږلې له کومې څخه چې په پورکې پوروړو ماشومه لور بیوه . د بینوا ویب پاڼي بنسټ ایښودونکي خالد هادي حیدري صایب هم په دغه برخه کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي او په خپله هغې سیمې ته ورغی چې دغې نجلۍ پکې ژوند کاوه. خو د همدې بهر میشتي زړه سواند افغان ماشوم په مرسته او د هادي صایب په همکارۍ او تلاش هغه ماشومه نجلۍ د پوروړو له منګولوڅخه وژغورل شوه همدې بهرمېشتي افغان ماشوم داځل هم دنوي عیسوي کال داورلوبوله مېلو څخه دا بهتره وګڼله چې خپلې ټولې کړې پیسې بیا هم دقمبر په څلور لاره کې بېوزلو هلمندوالو خویندو او وروڼو ته راولېږي . موږ باور لرو چې دا ډول مرستې به نه تنها دپاک سبحان په دربار کې لوړ ځای ونیسي بلکې د افغان په هسک تاریخ کې به وکښل شي زموږ رنګین تاریخ به دپردیو له خوا په موږ دا تپل شوې جګړه محکومه او دبااحساسو افغانانو مینه او زړه سوی به په زرینو کرښو کې راوړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چين او هند پوځي همکاریو ته شدت ورکوي", "output": "میرویس جلالزی د چین او هند ولسمشرانو ژمنه وکړه چې په سیمه کې به خپلو اقتصادي او پوځي همکاریو ته چټک توب ورکړي او پر دې سربیره به د دواړو هیوادونو په ګډه پوله کې ولاړ امنیتي حصار په پرمختللو دیجیټلي کمرو ثمبال کړي .دا ژمني چین ته د هند د لومړي وزیر من موهن سنګ په سفر کې شوي دي .تیر کال د دې دواړو هیوادونو د سوداګري راکړي ورکړي کچه ۳۸۷ ملیارده ډالرو ته رسیده چې تر ۲۰۱۰ کال پوري به په دې اندازه کې ۶۰ ملیارډه ډالره زیات والی راشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايا افغانستان يوځل بيا په (( تور بازار)) اوړي؟!", "output": "د افغان جهاد او كورنيو جګړو پرمهال افغانستان د وسلو او قاچاق مركز يا د ځينو په اصطلاح تور بازار ګڼل كېده. دغه تور بازار ته له ه� �ځايه وسله راتله او دغه وسله د نه كنټرول له امله بهر ته هم لېږدېدله. په پاكستان كې د ((كلاشينكوف كلچر)) او په اېران كې د هيرويينو قاچاق د دودېدا نسبت افغان كډوالو ته كيږي. افغانستان نه يوازې د وسلو او نشه يي توكو د پېر او پلور مركز وګرځېد، بلكې د نړۍ ګڼ شمېر جنګيالي څه د جهاد په نامه او څه په نورو نومونو او روحيو افغانستان ته وارد كړاى شول. دغه تور بازار وروسته دومره پراخ شو، چې نورې نړۍ او د امريكا اسمانڅكو برجونو ته يې هم لاس وغځېد. اوس يوځل بيا افغانستان پر همغه څلي درېدو ته نږدې كيږي. پرونۍ وسله له روسانو سره د جهاد په نامه � �اتله، خو نن موخه امريكا او ناټو ځواكونه دي. نشه يي توكي په ځانګړي ډول كوكنار د جنګياليو ځواك او تغذيه ګڼل كيږي. په افغانستان كې د نړۍ ۹۲ سلنه نشه يي توكي توليديږي او يوزاې اته سلنه پاتې دي، چې افغانستان د نشه يي توكو هېواد وگڼل شي. وسله اوس هم په افغانستان كې پرېمانه ده. يوه اندازه له ځواكمنو ټوپكواكانو سره پاتې ده او نيمه نوره هغه له شمالي ، سويلي او سويل لويديزو درېواړو پولو را لېږديږي. په دواړو كې مافيايي لاسونه، كه د ح كومتونو او هېوادونو په كچه دي او كه د سيمې او نړۍ، پراخ لاس او ونډه لري. سويلي ولايتونه د افغانستان تر ټولو نارام ولايتونه دي. د بيا رغونې نشتوالى، پرلپسې پوځي عمليات، د كوكنارو كر او توليد، د بهرنيو لاسوهنه هغه عوامل دي، چې مختلف اړخونه، د (( مذهب په نامه جګړه كوونكي))، مافيايي ډلې، د كوكنارو كرګران او بهرني پټ لاسونه يې سره يو كړيدي. د امريكا، برېټانيا او ناټو ځواكونو جګپوړو چارواكو منلې ده، چې له اېران څخه جنګياليو ته وسله راځي. دغه وسله د اېران د اسلامي انقلاب (( سپاه پاسداران)) ډله د خپلو دلالانو په وسيله د افغانستان سوېل ته را استوي. افغان جګپوړو چارواكو هم داسې نښې نښانې وښودې، چې دغه انګيرنې او شكونه په يقين بدلوي، چې سپاه پاسداران يو ځل بيا خپله (( زړه لوبه )) تكراروي. د اېران دغې ځواكمنې ډلې يا د اېران د انقلاب ساتونكي ځواك د افغان جهاد او كورنۍ جګړې پرمهال هم يو شمېر ډلې ټپلې او ګوندونه په غېږ كې نيولي وو. په اېران كې ددغو ګوندونو د غړو � �وزنه او د افغانستان په داخل كې د ځانګړو موخو په چوكاټ كې د هغو تمويل هم د سپاه پرغاړه وو. دا اوس اوس د كوېټ القبس ورځپاڼې دا هم افشا كړه، چې په مشهد كې د سپاه پاسداران ، طالبانو او القاعدې ډلې غړي په ګډه غونډه كې پر يو لړ مهمو پرېكړو بريالي شويدي. په دغو پرېكړو كې په عراق او افغانستان كې د امريكا د ګټو ګواښل، پوځي زده كړې ، د عراق او افغانستان ترمنځ د اېران له لارې د جنګياليو ازاد تګ راتګ يوځل بيا افغانستان خپل تېر بد(( سرګذشت)) ته ټېل وهي. جنګيالي يوځل بيا افغانستان ته را ماتيږي او وسله هم له اېران، عراق او شمالي ګاونډيانو ازبكستان او تاجكستان( روسيې) څخه راځي. د ډاياګ بهير د چارواكو په وينا، له ازبكستان او تاجكستان نه د تېلو په ټانكرونو او نورو لارو وسله لومړى بدخشان او بيا له هغه ځايه د افغانستان سويلي ولايتونو ته را استول كيږي. د وسلو په � �ېږد كې پوليس او په غالب ګومان يو شمېر پوليس چارواكي، سيمه ييز ځواكمن اړخونه او ټوپكواكان ښكيل دي. د تېر په څېر افغانستان ته له څلور واړو ( سوېل، سوېل ختيز، لويديز او شمال) اړخونو وسله او جنګيالي راځي. څلور واړه اړخه ګاونډيان يوځل بيا افغانستان ته بدګومانه برېښي. دغه بدګوماني د نړيوالو بدلونونو او وروستيو موندنو او � �اسوندونو په رڼا كې په باور بدليږي او يو ځل بيا افغانستان د خطر له زنګ سره مخ كيږي. نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول، په افغانستان كې ښكيل هېوادونه ( ايتلاف او ناټو) د افغانستان كړكېچ د نړيوالو بدلونونو او شرايطو په هينداره كې ګوري. هغوى تر ډېره د خپلو سياسي دريځونو پر ټينګښت او خپلګټو شرايطو فكر كوي، ګني په تېرو پنځو ك� �ونو كې يې د وضعې د كنټرول لپاره ډېر څه كولاى شول. افغان ولس په يوه داسې وضع كې واقع دى، چې د ګاونډيانو پر وړاندې له نرم او بې پري دريځ پرته بله لار نه لري. په سويلي ولايتونو كې حالات ورځ په ورځ خرابيږي. د نشه يي توكو د كر سلنه لوړه شوې او جنګيالي ددولت او نړيوالې ټولنې له هرې تېروتنې نه د ځان په ګټه تبليغ كوي. د وسلو او نشه يي توكو د قاچاق وړونكو، جنګياليو ، فاسدو سيمه ييزو چارواكو، ګاونډيو څارګرو ادارو او حكومتونو لاسوهنې او د وسلو او قاچاق د تور او تود بازار وده هغه څه دي، چې افغانستان خپل تېر بدسرګذشت ته ګرځوي او افغان ولس به يوځل بيا د نړيوالو ځواكونو د زورازموينې ډګر وي. نړيواله ټولنه كې په رښتيا په افغانستان كې سوله ، ټيكاو او د ترهګرۍ پاى غواړي، شرايط او وضع بايد د خپلو ګټو پرځاى د افغان ولس د ګټو په هينداره كې وګوري. يوه داسې ستراتيژي غوره كړي،چې افغانستان له اوسني كړكېچ نه و اېستلاى شي او ګاونډيان هم نور دا موقع ونه مومي،چې افغانستان د خپل غويمنډ ډګر وګرځوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې د فوټوژورنالیزم ورکشاپ په لاره اوچول شو", "output": "میرویس جلالزی په کابل کې یو شمیر ښځینه افغان خبریالانو ته د فوټوژورنالیزم پینځه ورځنی ورکشاپ په لاره واچول شو. په دغه ورکشاپ کې د فنلنډ هیواد یو شمیر فوټوژورنالیستانو افغان خبریالانې د فوټوژورنالیزم له نویو او نړیوالو او نویو اصولو څخه خبري کړي او د پینځو ورځو لپاره یې هغوي ته د ټلویزیون او اخبار لپاره د انځورونو د اخیستلو نوې طریقې ور وښودې. دغه ورکشاپ د فنلند هیواد د ښځینه خبریالانو د ټولنې له خوا د پینځو ورځو لپاره په کابل کې په لاره اچول شوی وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ننگرهار: د ولایتي شورا د منشي یو تن قاتل خلکو وواژه", "output": "د ننګرهارد ولايتي شورا د من� �ي خان محمد يو تن قاتل نن دده دقوم لخوا ووژل شو.قاضي خان محمد د شنبې په ورځ د دوو تنو وسلوالو لخوا ووژل شو، هم هغه مهال، ددوو تنو قاتلينو له ډلې يو کس دخان محمد دساتونکي په ډزو وژل شوى وو خو بل يې له قومي خ� �کو سره ژوندى وو، او دولت ته يې دهغه له سپارلو څخه انکار کړى وو.د ننګرهار دولايتي شورا � �ييس فضل الهادي مسلميار وويل ، چې دقاضي خان محمد يو تن ژوندى نيول شوى قاتل نن دقومي خلکو � �خوا وژل شوى دى.دهغه دويناله مخې، ددې قاتل مړى نن ددولت لاس ته ورغلى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګل اندامه", "output": "دروند پنډ یې پرشا د پاخه سړک په ژۍ راروان و ، که څه هم د سړک دواړو خواوو ته کورونه پراته ول ، په دې ونه پوهیدم چی پنډ یې را کوږ شو او یا که زړه یې وغوښتل ، خو ورو ورو زموږ د کلي په خوا ځمبییدلی ځمبیدلی را وګرځید . د کلي په پیل کی یې څو ځله غږ وکړ : ــ پیران بګیرین ...................بیا یې پنډ په ځمکه وغورځاوه ، لږ شیبه وروسته ډله ښځې پرې راماتې شوې ، چا یو او چا دوه کمیسونه واخیستل ، زړې ښځې چی په تور کتان ټیکري کی یې ځان پیچلی و ، راغله او ټول کمیسونه یې لټ په لټ کړل ، خو د خپلې خوښې کمیس یې پکې ونه موند . سړی ورته بند بند شو او ویې ویل : ــ ترورې څه پکې لتوې ؟ تول یک رقم دي .ــ ته خو ودریږه خوار شې ، سم کمیس ګورم .ــ تول سم دي ترورې ، خراب بیخي نشته پکې .ــ څنګه نشته ، دا وګوره ټول څاکداره دي ، دا به لا څوک اغوندي .یوې ځوانې ښځې چی په غیږ کی یې څو کمیسونه نیولي ول ، په کړس خندا یې ورته وویل :ــ ګلندامې ترور ! دا پنجا بي کمیسونه دي ، اوس د امدغو کالیو موډ دی ، د کوچاني کالیو موډ لاړه نور .ــ موټ ، موټ دې سر وخوري ، دې نه خو د چا خیټه ښکاري ، ځه ورکه شه ! سبا به خلک لوڅ ګرځي ته به وایې چی موټ دی . اله ته دې هم پنډ په شا که وروره چی نور دې خواته رانشې !سړي په تاخت خپل پنډ شا ته واچولو او د کوڅې تر پایه یې نورې نعرې هم ونه کړې ، د ځان سره ډونګیدلو چی له پاسه د یوې کړکۍ څخه غږ ورباندې وشو :ــ ما ما ! څه شی دې راوړي ؟ــ کالي مې راولي .ــ ودریږه ماما موږ یې اخلو ، امدالته کینه !ماما د دروازې په خوله کې د پنډ غوټې پرانستې ، ښه کمیسونه یې د نورو په سر خواره کړل چی نجلۍ په منډه له دروازې راوکتل او بیا یې بیرته تر شا غږ وکړ :ــ ادې راشه ! دلته ناست دی .ادې یې پلو په خوله بیرون را ووتله ، ټول کمیسونه یې لاندې باندې کړل ، سړي ته یې وویل :ــ وروره دا په څو و� �کوې ؟سړي چی د کلي په سر کی کمیس په سل افغانۍ خرڅ کړی و ، دلته ورته په اتیا افغانۍ قانع شو . ښځه سمدستي له ځایه پاڅیدله او په ډیره غصه یې ورته وویل :دا په اتیا روپۍ څوک په بلا وهي ، چی نه رنګ لري او نه ډول. ځه ز� �مینې پلار به دې بیا له ښاره درته راوړي .له پاسنۍ کړکۍ څخه یو بل لړزیدلی غږ راوشو :ــ و ګلندامې ! د نجلۍ به خوښیږي ، ورته وایخله !ــ نه ببو ، دا خوشې ټوټې په اتیا روپۍ څوک څه کوي . ځه زرمینې کنه چی ننوځو ! لاره ده څوک به راشي . سړي چی دلته هم د ګل اندامې نوم واورید ، زر یې خپل پنډ په شا کړ او له دې ځای نه یې هم خپلې پښې سپکې کړې . په منډه منډه یې د کلي اخر ته ځان ورسولو ، هلته یې هم د ( پیران بګیرین ) نعره په زوره له خولې وایستله ، چی ناڅاپه یوه زړه بوډۍ ډانګ په لاس له کوره راووتله ، او سړي ته یې ښه په زوره څو ډانګونه ورپورې کړل . دستي و� �پسې یو بوډا راووت او د دروازې له خولې نه یې غږ پسې وکړ :ــ و ګلندامې ! دا څه کوې ؟ پیرانو لکه چی اوس � �انګ هم په لاس درکړ ، و لیونۍ اخر څه ګناه یې کړې ده چی وهې یې ؟ګل اندامه د بوډا له اواز سره سمه راوکرځیده ، خو په ژړغوني غږ یې ورته وویل :ــ زه خو بیخي سل شوم ، دلته پیران لږ ول چی ده نورم راته راوړي دي .سړي چی دا دریمه ګل اندامه ولیدله نو خپل پنډ ته یې ډه ډه ووهله ، او په لوی کومي یې چیغې کړې :ــ از برای خدا تو از د ست پیران سل شدي ، مه از د ست ګلندام .۲۹ – ۲ – ۱۳۸۷"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپاکستان د تقسيم ۳۵ کليزه (د بدين خان اڅکزی لیکنه)", "output": "بدين خان اڅکزی د دسامبر په 16 نېټه 1971 م مېلادي کال پاکستان پر دو برخو ووېشل شو. د هغه وخت د پاکستان ختيزه برخه بنګال يا مشرقي پاکستان پسله يوې خونړۍ جګړې د پاکستان نه جلا سو. نوموړې جګړه چي د بنګالي خپلواکي غوښتونکو تر څنګ پاکستانۍ او هندوستانۍ لښکري پکښي بوختي وې، دپاکستان لپاره په شرمونکې ماتې پای ته ورسېده. کله چي په 1947 م مېلادي کال انګرېزانو ستر هندوستان د دين په نوم پر دو برخو ووېشلی نو هغه برخي چيري چي د مسلمانانو شمېر زيات و دپاکستان برخې او په کومو برخو کښي چي د هندوانو شمېر زيات و د هندوستان برخي وګرځولې سوې. پدغه وېش کښي د نورو ستونزمنو پرېکړو تر څنګ د لاندنۍ درو سيمو په هکله داسي ناسمي پرېکړي وسوې چي په منځنۍ آسيا کښي د تاوتريخوالي سبب وګرځېدې او ښايي په راتلونکي کښي د نورتاوتريخوالي سبب وګرځي: 1. د پښتني وګړو ټاټوبۍ پښتونخوا 2. دکشميري وګړو ټاټوبی کشمير 3. د بنګالي ژبه ويونکو مسلمانانو ټاټوبی ختيځه بنګاله ګرچه په نوي جوړسوي پاکستان کښي د بنګالي ژبو اکثريت و خو بيا هم د هېواد حکومتي او فوځي چاري د لوېديځ پاکستانيانو او په زياته بيا د پنجابيانو په لاس کښي وې. دهغه وخت دپاکستان په فوځ کښي يوازي په سلو کښي پنځه سرتيري بنګاليان وه او په لوړو فوځي چوکيو کښي د بنګاليانو شمېر د هيڅ سره برابر و. دلوېديځ او ختيزپاکستان تر منځ يوه بله ستره ستونزه د ژبي وه. کله چي په 1948 م مېلادي کال دنوي جوړ سوي پاکستان مشر محمدعلي جناح د ختيزپاکستان ډهاکه ښار ته راورسېدی نو يه په خپله بيانيه کښي وويل چي „اردو، او يوازي اردو!“ محمدعلي جناح غوښتل چي اردو د ټوله پاکستان رسمي او ملي ژبه وګرځي. پداسي حال کښي چي اردو د ګوتو په شمېر د يو څو لوېديځه مهاجرو او بيهاريانو لخوا ويل کېدل او دزياتره پاکستانيانو مورنۍ ژبي بنګالي، پنجابي، سندهي، پښتو او بلوڅي وې. نود نورو سيمو تر څنګ په ختيز پاکستان کښي مقاومت منځ ته راغلی. د نورو قومونو تر څنګ بنګاليانوهم نه غوښتل چي اردو ژبه ورباندي وتپل سي.د 1952 م مېلادي کال د فروري په يويشتمه نېټه پاکستاني فوځ په هغو بنګالي محصيلينو ډزي وکړې، چي د اردو ژبي د رسمي کېدلو پرضد يې لاريون کاوه. همدغي ورځي په وياړهرکال د ملګري ملتونو د مورنۍ ژبو نړۍ واله ورځ دفروري په يويشتمه نېټه لمانځل کيږي. د پاکستان فوځي اولس مشرانو ( ايوب خان 1958-1962 او يحی خان 1969-1972 ) دخپل واک پر وخت د نورپاکستان په پرتله د ختيزپاکستان سره په اقتصادي،سياسي او ژبنيز ډګرونو کښي غير عادلانه چلن کوی. حالت هغه وخت ډېر کړکېچن سو کله چي په 1970 م مېلادي کال د عوامي ليګ ګوند په ټاکنو کښي تر ټولو زياتي رايې تر لاسه کړې. عوامي ليګ چي مشرتابه يې د شيخ مجيب الرحمن په لاس کښي وه دختيز پاکستان تر ټولو سترسياسي ګوند و. نوموړي ګوند په ټاکنو کښي د ختيزپاکستان د 169 نه 167 چوکۍ وګټلې او پدې ډول يې د ټول پاکستان د قومي اسمبلۍ د 300 چوکيانو نه تر پنځوس په سلو کښي زياتي چوکۍ تر لاسه کړې. ددغه پايلو له مخي عوامي ليګ دغه قانوني حق تر لاسه کړی چي حکومت جوړ کړي. خو د لوېديځ پاکستان د پيپلزګوند مشر ذولفقارعلي بهټو د عوامي ګوند ددغه حق نه انکار وکړی. بهټو وړانديز وکړ چي د يوه لومړي وزير پر ځای دي دوه لومړي وزيران وګمارل سي چي يو د ختيز پاکستان او بل د لوېديځ پاکستان دنده په غاړه ولري. کله چي د مجيب الرحمن، بهټو او اولس مشر جنرال يحی خان خبرو کومه پايله ورنه کړه نو شېخ مجيب الرحمن په ټوله هېواد کښي د احتساب اعلان وکړی. پداسي حال کښي چي په پاکستان کښي فوځي حکومت و، نو اولس مشر جنرال يحی خان ختيز پاکستان ته لښکري ولېږلې. د پاکستان هوايي شرکت PIA خپل ټوله بهرنۍ الوتني ودرولې او په شخصي کالو کښي پاکستاني سرتيري يې د نه درېدونکو الوتنو په ترڅ کښي ختيز پاکستان ته وړل پېل کړل. دمارچ په 26 مه نېټه د عوامي لېګ د ګوند مشر شيخ مجيب الرحمن په يوه بيانيه کښي د ختيز پاکستان د خپلواکۍ اعلان وکړ. د پر بنګالي وګړو ږغ وکړ چي دپاکستاني استعماري فوځ په وړاندي دخپل نوي هېواد بنګله دېش نه دفاع وکړي. همدا و چي په ختيز پاکستان کښي کورنۍ جګړه پېل شوه. پاکستاني فوځ په خپل پوره واک د بنګاليانو پر ضد لښکرکښي پېل کړه. د هغولوېديځوالو ژورنالستانو د راپورونه له مخي چي د جګړې پر وخت په بنګال کښي وه: پاکستاني فوځ په سلګونو زره اولسي وګړي ووژل. په ګڼ شمېر پيښو کښي اولسي هندو کسان راټول کړل سوه او پر دوی ډليزه وژنې تر سره سوې. په همدې ډول ګڼ شمېر بنګالۍ ښځي او پېغلي د پاکستاني سرتيرو لخوا بې پته او ووژل سوې. په زرګونو محصيلين او بنګالي ړوندآندي د کورونو نه وايستل سوه او وروسته د ډليزه وژونو په ترڅ کښي له منځه يووړل سوه. انڅور: د يوې بې پته شوي بنګالۍ پېغلي مړی په سلګونو زرو بنګاليانو د جګړې نه د تېښتي په ترڅ کښي ګاونډي هېواد هندوستان ته پناه يووړه. د دسمبر په درېمه نېټه د هندوستان لومړۍ وزيري اندراګاندي د پاکستان پر ضد د جګړې اعلان وکړ. همدا و چي د هندوستان لښکري هم په جګړې کښي راداخلي شوې. انڅور: پر بې ګناه اولسي وګړو د پاکستاني فوځ د ډليزو وژنو يوه بېلګه پدغه جګړه کښي نيم مليون هندوستاني سرتيرو او 36500 پاکستاني سرتيرو برخه واخيسته. په جګړه کښي د هندوستان د راداخيلېدو سره سم په يوازي 13 ورځو کښي پاکستاني لښکرو سخته ماته وخوړله. دپاکستان 91000 سرتيري دې ته مجبوره سوه چي خپلي وسلې کښيږدي او هندوستاني سرتيرو ته ځانونه تسليم کړي. د يوه دومره ستر لښکرد تسليمېدلو پېښي ته ورته پېښه ښايي په سيميز تاريخ کښي ډېر کم وموندل سي. دغه ماته دپاکستان لپاره دومره د شرم وړ ده چي د خپلو ښونځيوو په کتابونو کښي دغه پيښه هيڅ نه مطرح کوي. انڅور: دپاکستاني فوځ خالي سلا شوی مشر د 91000 پاکستاني سرتيرو دتسليمۍ د پرېکړه ليک د لاس ليک کېدو وروسته په نوموړې جګړه کښي د بېلابيلو اعصايو له مخي تر درو مليونو په شاوخواکښي اولسي وګړو خپل ژونددلاسه ورکړی. د وژنو تر څنګ ګڼ شمېر اولسي وګړي ټپيان شوه او د پاکستاني فوځ لخوايې پر ناموس تېری وسو. د پاکستاني لښکرو د تسليمېدو سره سم د پاکستان تقسيم بشپړه سو او د بنګله دېش په نوم نوی مسلمان هيواد په آسيا کښي وږېږېدی. پداسي حال کښي چي د بنګله دېش ستونزه د بنګاليانو په خپلواکۍ هواره سوه، دپښتونستان او کشمير ستونزه لا تر اوسه نده حل سوې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسورة الفاتحة پښتو ژباړه او تفسیر", "output": "سورة الفاتح ة & nbsp; &nbs; p; � � &n; bsp; اول جزاول منز� �( سورة الفاتحة مکیه وهی سبع ایات نزلت بعد المدثر عدد تلاوتها ۱ عدد نزولها ۵وفیها رکوع واحدد الفاتحة سورة مکی دی ۷ ایتونه لریدالمدثر له سورة نه وروسته نازل سوی دی .په تلاوة کی ۱ اوپه نزول کی ۵ سورة دی او ۱ رکوع لری بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ ال� �َّحِيْمِ شروع کوم په نامه دالله چه ډیر زیات مهربان پوره رحم لرونکی دیتفسیر : (( رحمن )) او (( رحیم )) دواړه دمبالغی صیغی دی ، مګر په (( رحــمن )) کښی له (( رحیــم )) څخه مبالغه زیاته ده ، په دغه ژباړه کی ددغو ټولو نکتو لحاظ سوی دی . اَلْـحَمْدُ لِلَّــهِټولی ستاینی خاص الله لره دیتفسیر : تر ټولو ښی اوغوره ستاینی چه له اوله تر اخره پوری سوی دی ، یاکیدونکی دی هغه ټول خاص الله تعالی لره ښا یی ، ځکه چه الله تعالی دهر نعمـــــت او هرشی پیدا کوونکی او بخښــــونکی دی او بخښنــــــــ� �ــه یی عامه ده که بی واسطی وی اوکه په واسطه سره وی لکه څوک چه دلمــــر د رڼا او تودوالی څخه ګټه اخلی نو دغــه ګټه په حقیقت کی دلمر فیض اوبرکت دی نه درڼا اوتودوالی . هره ستــــــــاینـــــــــه د خــــــــ� �ـدای سره نسبـــــــت لری هر څـــــــوک چه ستا یلـــی ســــی هغـــــه درب ســـــــتاینـــــه ده د (( الحمـــدلله)) ژباړه یوازی په دی جملی سره چه هر ډ ول ستاینه الله تعالی لره ده لنډه اونیمــــګړی ده چه پوهان ددی جملی په نیمګړتیا او تقصیر اعتراف لری د (( الحــــمد لله )) خورا ښه ژباړه همــــدغه ده چه په اوله کـــــی ولیکل سوه . دخلګو دپوهولو لپاره همدغه ښه ژباړه ده: ټولی ثنــــــــاوی له هر چا ، په هرڅه ، په هر وخت ، په هر ځای کی خاص الله تعالـــــی لره دی ، ځکه دهرشی تقدیر دده له لوری دی .تنبیه : په فاتحه الکتاب کی الله تعالی د ( ۷ ) شیانو یادونه کړی ده: ( ۱ ) دنعمت یادونه لکه چه فرمایی .سورةالفاتح ة & nbsp; &nbs; p; ۲رَبِّ الْعَلَمِيْنَ ( ۱ )لاچه پالونکی دعالمیا نو(( دخپل لوی حکمت له مخه )) تفسیر : دمخلوقاتو مجموعی ته ( عالم ) وایی ،نولدی کبله دجمعی په شکل نه راوړل کیږی مګر په دی آیت کی دعا� �م دهرجنس دښودلو دپاره دجمعی په شکل راغلی لکه دملائکو عالم ، دانسانانو عالم ، دپیریانو عالم اونور ت� �څو چه داخبره ښه روښانه شی چه دعالم ټول افراد دالله تعالی مخلوق دی .(۲) دښوښو شیانو دورکولو او بخښلو تمه اوهیله لکه چه فرمایی :الرَّحْمَنِ الرَّ حِيْمِ (۲) لاډیر زیات مه� �بان پوره رحم لرونکی تفسیر :یعنی ټولی ستاینی خاص الله تعالی لره دی چه دټولو مخلوقاتو پالونکی اوروزونکی دی او ډیر زیات مهربان دی چه هر ساکښ ته دروح، بدن اورزق ورکونکی دی ، او پوره رحم لرونکی دی چه یوازی مؤمـــــــنانو ته د اجر اوثواب ، دجنت دنعمتونو اوخپلی رضا او دیدار بخښونکی دی .(۳) درب العزت (جل شانه واعظم برهانه )په عظمت اوقدرت کښی غور(فکر) کول لکه چه فرمایی :مَلِکِ يَوْمِ الدِّيْنِ (۳)طڅښتن (دټولو امورو) دورځی دجزادی تفسير : دجزا دورځی (قیامت ) دتخصیص اوله وجه داده چه په هغه ورځ به داسی لویی اوویرونکی پیښـــــــی واقع سی چه دهغوپه شیان به نه پخوا تیری سوی وی اونه به وروسته راسی بله وجه یی داده چه په هغـــــــه ورځ به دالله تعالی دپاک ذات له حقیقی حکومت څخه پرته دبل هیچا کوم ظاهری اومجازی واک اوحکومت هیڅ نه وی (( لمن الملک الیوم الله الواحد القهار)) . (( ۲ رکوع سورة المؤمن ))(۴) په عبادت کی اخلاص لرل لکه چه فرمایی :اِ يَّا کَ نَعْ� �بُدُخاص تاته عبادت کو سورةالفاتح ة & nbsp; &nbs; p; ۳تفسیر : دهغه ذات له ذکره وروسته چه دټولو ستاینو وړدی علــــ� �ـم او پوهه په یوه معلوم اومعین پوری متعلق اوخطاب دهغه سره وکړسو یعنی ای هغه ذاته ! چه ستا لوړ اوپــــــ� �اک شان دغسی لوی ، هسک اوپورته دی موږ یوازی ستا عبادت کوو اوخاص له تاڅخه مرسته غواړو ، ښکاره ده چه دغسی خطاب پر اختصــــــــــــاص ډیر ښه دلالت کوی ، اوله بر هانه عیان ته دترقی خورا ښه وسیــــله ګرځی ، اوله غیب نه شهودته انتقــــــال ډیره ښه ذریعه کیږی ، نوګواکی معلــــوم عیان اومعقول مشهود وګرځید،اوخبره له غیبـــــــت څخه خطاب ته واوښته چه دغه ته التفــــــات ویل کیږی ، اول دکلام شـــــــــروع په داسی شی� �ــــــــانو سره وشوه چه دعارفانو دحال مبادی دی چه هغه دپالـــونکی خــــــــــــدای (ج) په نومونو ،صفتونو ، انعامونو ،اودده په مخلوقاتو ، موجوداتو مصنوعاتو ، اوپه ښکاره سلطان قوی برهان ، لوی شان اوعام احسان کی ئی غورفکر اوتأمل کول دی . بیا ورپسی دکـــــــلام دهغی برخی یادونه وسوه چه هغه ددوی دحال منتهی ده ترڅوچه متفــــکرین پنـــــدأخستونکی اودبصـــــــیرت خاوندان دوصول ژورو برخو ته ورننوځی ، اوځانونه داولوالالباب ، اودبصیرت ،مشاهدی ، پوهی اوهوښیـــــــــــــــارۍ له خاوندانو څخه وګرځوی ، اودخپل زړه په سترګو پاک خدای (ج) ښکاره وګوری اوپه ډیراخلاص اوادب مخامخ ورته ودریږی ، اوپه ډیر ه عاجزۍ او زارۍ ورته داسی عرض وکړی چه یاالله ؛ ایا ک نعبد، وایا ک نستعین. اهد ناالصراط المستقیم الا یة. (۵) دمرستی غوښتنه لکه چه فرمایی :وَ اِيَّا کَ نَسْـتَـعِـيْنُ (۴) طاو خاص له تا څخه م� �ستــــــــــــه غــــــــــواړو تفسیر :له دی ش� �یف أیت څخه معلومیږی چه بی دالله تعالی له پاک ذات نه دبل چا څخه حقیقی مرسته غوښتل بیخی نه دی روا ،م ګر که څوک کوم ښه اومقبول بنده محض دالله تعالی درحمت وسیله اوغیر مستقل وګڼی ، او یوازی په ظاهری اوغیر حقی� �ی ډول سره ورڅخه مرسته وغواړی نو باک نه لری ځکه چه دغه ډول مرسته غوښتل هم په حقیقت کی دالله تعالی څخه مرسته غوښتل دی .(۶) دهغی سمی او روښنایی لاری دښودلوغوښتنه چه مقصودو ته رسوونکی ده لکه چه فرمایی:اِهْدِ نَا ا� �صِّرَاطَ الْمُسْـتَقِيْمَ (۵) لاوښیه موږ ته لا� �ه سمـــــــــــــــــ� �ه صِرَاطَ الَّذِ يْنَ اَ نْعَمْتَ عَلَيْهِمْ (۶) لالا� �ه دهغو کسانو چه انعام کړی تا پرهغوی باندی سورةالفاتح ة & nbsp; &nbs; p; ۴تفسیر : پرهغو کسانو چه انعام سوی دی څلور طایفی دی :(۱) نبیین (۲) صدیقین (۳) شهداء (۴) صالیحین . ددغو څلورو طایفو تصریح دپاک قرآن په بل ځای کی سوی دی ، ( ځینو علماؤ ویلی دی ) چه له (( المغضـــــوب علیهــــم )) څخه ((یهــــود )) اوله (( الضآلین )) څخه ((نصـ� �ــاری)) مراد دی چه ددی مطلــــب دتائیـــــدولو لپــــــاره ډیر آیتــــــونه او روایتـــــــونه شــــ� �ـــاهددی . له (( الصــــراط المستقــیم))یعنی له مستقیمی لاری څخه پاتی کسـان دوه ډوله دی : یوهغه کسان دی چه په ناپوهی سره له سمی لاری څخه محروم او بیرته پاتی دی .بل هغه کسان دی چه دوی سره له پوهی قصداً سر کښی غو� �ه کړی ده.پخوانی او وروستنی ګمراهان له دغو دو ه طایفو څخه وتلای نه سی ، (( نصــــــــاری )) په اوله او (( یهـ� �ــــــــــــــود )) په دوهمه طایفه کی داخل دی. (۷) له خرابو اوناوړو کارونو څخه دځان ساتلو غوښتنه اودپاکی اوعصمت امیدلکه چه فرمایی: غَيْرِالْمَغْضُوْبِ عَلَيْهِمْنه (( لاره دهغو بدو کسانو چه ))غضب کړی سوی پر هغو باندیوَلاَالضَّآلِّيْنَ(۷)۱عاونه ((لاره دهغو بدو کسانو چه)) ګمراهان دی تفسیر :(یعنی موږته دهغو کسانو سمه اوصافه لاره وښیه چه په هغوباندی انعام سوی دی اودهغو کسانو له کږووږو � �ارو څخه چه غضب پرسوی ګمراهان دی اودبدانو له متابعت څخه مووساته ).الله تعـــــالی دغه سورة دخپلو بندګانو له ژبو څخه فرمایلی دی یعنی کله چه تاسی زموږدربارته حاضریږی نوله موږڅخه دارنګه سوال وکړی ، نوځکه ددی سورة یو نوم (( تعلیــــم المسئلـة)) یعنی دغوښتلو ښودنه هم ده .ددی سورة په پای کی (( آمیـــن )) ویل سنت دی او د((آمیـــــــن )) کلمه له قرآن څخه نه ده اومعنی یی داده : (( ای ربه! زما دغه وینا قبوله کړه یعنی دخپلو ښـــــوبندګانو پیروی او دنافـــــرمانو خلګـــــو څخه لـــــریـوالی راپه برخه کړه .ددی سورة په اوله برخه کی دالله تعالی ثنا او صفت دی ، دوهمه برخه ئی دبندګانو ددعالپاره ده.(( فایـــــده )) : (( غیرالم غضــــــوب الایــــة)) د(( الــــــذ یــن)) بدل ــ یادهغه صفت دی، نوځکه ژباړه یی هم په هغه تناسب سره سوی ده ، په ځینو ډهلوی ژباړو کی دغه ژباړه هسی سوی ده چه دترکیب او مقصد څخه مخالفه ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تخار: د آمو سيند مالي زیانونه اړولي", "output": "د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ ولسوال عبدا� �ودود حق جو وایې چې په تیرو څو ورځو کې د آمو د سیند د اوبو د کچې د لوړ والي له امله دې سیند ته پرتې ګڼي سیمي تر اوبو لاندي شوي . د ښاغلي حق جو پر وینا چې یوازي په درقد ولسوالۍ کې په سلګونو جریبه کرهنیزه ځمکه ویجاړه شوي او لږ تر لږه ۱۵ د استوګني کورونه هم له مینځه تللي دي. هغه له مرستندویه ټولنو او حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دې سیمي اوسیدونکو ته بیړنۍ مرستي ورسوي که نه نو دانساني تلفاتو ویره هم محسوسه ده . دا په داسي حال کې ده چې تیر کال هم د آمو سیند ته پرتې ګاونډی هغه سیمي چې د افغانستان اړوند دي د سیند د اوبو د کچې د لوړیدو له امله سختي ځیانمني شوي وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ټولي ژبي", "output": "ګرانو خويندو ورونو، زه می ګران افغانستان غواړمپا کي له تعصبه ، ټو لی ژ بی د ا فغا ن غوا ړمنوری ژبی کور کښی می لسا ن د خپلو ورونو دیزه به څه پښتون يم که په ورونو کښی می ځان غواړمدومره زه ټيټ نه يم چه ټيټ وبولم د کور خلکځان سره نيکنامه په نړی کښی هر افغا ن غواړمل� �ی که د ځان کړمه د ښمن به پری ود ا ن کړمهزه کم عقل نه يم شا او خوا کښی با زوګا ن غواړمژ بی دی ګلو نه په يو ګل به پسرلی نه شیرنګ په رنګ ګلونه، په وطن کښی ګلستان غواړمزه به می د قام شمله ا و چته په اخلا ق کړم هځکه په ښا يست د ټولو ژبو ملک ودان غوا ړمژبه وسيله د تعا رف د ه څه و ياړ نه دهقوم يی که هرڅه وی، د ټو � �نی ښه انسان غواړمخلک می تورن کړی ، چه زه کفر د پښتو وا يمداسی يی مؤمن يم ، چه جنت می په ايمان غواړمف� �ق نه کوی ما ته که د مور وی که د ورور ژبهټول دی زما ژبی، زه په کور کښی می امان غواړمقدر احترا م د ټو لو ژبو ده وا جب په ماځکه چه می ژبی ته عزت زه سليما ن غوا ړم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ناټو اکمالات، سیاسی بدلون، او خطرونه (هاري)", "output": "د ناټو اکمالات، سیاسی بدلون، او خطرونه په غربی مطبوعاتو کی، په افغانستان او منطقې کی څو مهمو پېښو ډېره توجه ورجلبه کړې ده. په پېښور کی، یاغیانو په یوې منظمی او حیرانونکې حملې کی د امریکا او ناټو بېشماره پوځی اکمالات، څه کم دوه سوه موټران، او څو هموي ګادۍ تباه او لولپه کړې. یوازی د موټرانو تاوان لس میلونو ډالرو ته رسېږی. په افغانستان کی د مېشتو خارجی عسکرو لپاره اکثره اکمالات او پوځی تدارکات د کراچی له بندرونو څخه را روان او بیا د تورخم او سپین بولدک په لارو افغانستان ته رسېږی. دې کاروبار او ټرانسپورټ په زرهاوو ټرک ډریوران او لارۍ په کار اچولی دی. اکثره پښتانه موټروانان له همدې لاری خپل رزق او روزی پیدا کوی. د یاغیانو همدا حم لې به په اغلب ګومان د پښتنو او یاغیانو تر مینځ موجوده تاوتریخوالی لا زیات کی. په افغانستان کی د خا� �جی عسکرو ۷۰ فیصده اکمالات یوازی د خېبر له لاری تېرېږی. پدې څو وروستیو میاشتو کی، همدا لاره خورا بې ام نه سوې ده. تېره میاشت، د یاغیانو یوې ډلی په سپینه ورځ د ناټو د اکمالاتو یو کتار برمته کی. بلخوا، د کابل د اوسنی واکمنانو د لړزانو او وروستیو ورځو په باب هم مفصل رپوټونه خپاره سوی یدی. هڅه سوې ده چی د رپوټونو اصلی او مهم ټکی وساتل سی او نور اضافه معلومات ترې لیری سی. د گارډین ورځپانه د ډسمبر پر ۹ � �یکي: په پېښور کي د ناټو د پوځي اکمالاتو او موټرانو سوځول، د ناټو اتحاد دېته اړایستلی دی چي افغانستان ته د اکمالاتو د رسولو لپاره پر نورو لارو چارو باندي غور وکي. ناټو غواړي چي د افغانستان د شمالي گاونډو هېوادونو له لاري خپل نظامی اکمالات برابر کړي. ناټو د ترکمنستان، اوزبکستان، او تاجکستان سره خبري کوي چي د ناټو اکمالاتي موټرانو ته اجازه ورکي چی له شمال څخه د افغانستان خاوري ته ننوځي. همدا اوس، د ناټو اکثره اکمالات د پاکستان له لاري تر سره کېږي. که څه هم د ناټو چارواکي په پېښور کي د څه د پاسه س� �و لاریو، پوځی موترانو، او نور نظامی تدارکاتو سوځېدل ستراتیژیک شاتگ نه بولي، خو مستقل مبصرین دا حمله ډېره خطرناکه او منظمه گڼي. پدې بريد کي څه د پاسه سلو طالب جنگیالیو برخه اخیستې وه. په یوې بلی حملې کی، طالبانو هغه ۵۰ لارۍ سټ کړې چي په افغانستان کي یې د مېشته ناټو عسکرو لپاره اکمالات رسول. تېره میاشت، ۶۰ طالبانو په سپینه ورځ په خېبر کي د ناټو د اکمالاتی لاریو یو درست کاروان برمته کی. د پېښور پولیس وایي د یکشنبې په برید کي ټوټال ۱۴۵ لارۍ، کانټېلرونه، او پوځي موټران تباه سول. مبصرین وایی دا حملې د طالبانو لپاره تبلیغاتی بریالیتوبونه دی، او هم د متحده ایالاتو او پاکستان پر موجوده کش او ترینگو اړیکو باندي فشار لا زیاتوي. ناټو افغانستان ته د خپلو اکمالاتو د رسولو لپاره شخصی قرار دادیان استخداموي چی اکثره یې پښتانه ټرک ډرایوران دي. مبصرین ګمان کوی چی که چیری طالبان همدې حملو ته دوام و� �کي، ضرور به د هغوی او محلی خلکو تر مېنځ تاوتریخوالی او اختلافات لا ډېر سی. په افغانستان کی د ناټو عسکرو � �پاره ۷۰ فیصده اکمالات د کراچي بندرونو ته رسېږي او بیا وروسته د مځکی له لاري افغانستان ته رسول کېږي. په کندهار او هلمند کی پراته د کاناډا او برتانیې عسکر خپل اکثره اکمالات او تدارکات د کراچي –کوټه- کندهار � �ه لاري پوره کوي. بلخوا، د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ډسمبر پر ۸ لیکي: د افغانستان لپاره د ملګروم� �تونو خاص استازی، کی ایډی، وایي بین المللی قوه مجبوره ده چی د افغانانو کلتور او دود ته احترام وکي، م جبوره ده چی د ملکی کسانو مرګ ژوبله را کمه کی، او هم د بیاودانولو کارونه ګړندی کړی. کنې نو افغانستان به نور هم بې ثباته او نا ارامه سی. هغه وایی: امریکایی بمباریو او د عامه خلکو وژل افغانان سخت په غوسه کړی دی، او د افغانانو او بین المللی قوې تر مینځ یې فاصله زیاته کړې ده. دغه راز، افغانان د بیاودانولو د سوکه او مړژواندی پروګرام په باب هم اندېښمن دی. اوه کاله را وروسته، سړکان وران او ویجاړ دی. فقر او نېستی عامه او� �ه ورایه څرګنده ده. او دبېکاران لښکر ورځ په ورځ زیاتېږي. ښاغلی کی ایډی وایی افغانانو ته باید د خپل هېواد په اداره، کنټرول، او امنیت کی زیاته ونډه ورکړه سی. د افغانی حکومت موسسات باید تقویه او غښتلی سی، افغانان باید د تصمیم نیولو په پروسه کی پوره ونډه ولری، او لنډه دا چي افغانان باید خپل برخلیک پخپله وټاکی او د پالیسیو په جوړولو کی مخکښ مقام او نقش ولری. په همدې لړ کی، د نیویارک ټایمز اخبار د ډسمبر پر ۷ لیکی: امریکایی پوځی قومندانان وایی هغه اضافه امریکایی عسکر چی بل کال به افغانستان واستول سی، اکثره به یې د کابل د ښار په شاوخوا سیمو کی په تېره بیا د کابل په جنوبي برخو کی واچول سی. ځکه زیات� �ه قومندانان او دپلوماتان د کابل په شاوخوا کی زیاتېدونکی تشدد او مرګ ژوبلی اندېښمن کړی دی، او غواړی چی نوی امریکایی عسکر د لوګر او وردګ په ولایتونو کی د امنیت د ساتلو په منظور ځای پر ځای سی. د نیویارک ټایمز ورځپانه زیاتوی: پنتګان غواړی چی افغانستان ته ۲۰۰۰۰ اضافه عسکر واستوی، او په اغلب ګومان به همدا عسکر د هېواد ناکرارو جنوبی سیمو ته واستول سی. امریکایی قومندانان وایی دوی نورو اضافه عسکرو ته سخت ضرورت ل� �ی. څو د یوې خوا کابل په وساتی اوله بلی خوا د لوګر او وردګو په ولایتونو کی یاغیان وځپلی. امریکایی قوم ندانان وایی د ژمی په جریان کی به جنګونه کم نه سی، طالبان به خپلو حملو ته زور ورکی، او سړکان او لویی لا� �ی به نا امنه کی. په پارلمان کی، د وردګ د ولایت استازې، مېرمن صدیقه مبارز، پخپل ولایت کی د نویو امریکایی عسکرو د زتاتېدو هر کلی کوی. هغه وایی امنیت دونه خراب دی چی د تېر کال راهیسی یې خپل ولایت ته له � �اره سفر ندی کړی، حال داچی وردګ له کابل څخه فقط ۵۰ مېله لیری دی. بل پلو، د اکانومیسټ مجله د ډسمبر پر ۴ لیکي: ښاغلي اوباما افغانستان د خپلي خارجي پالیسۍ په لمړیتوبونو کي راوستی دی. مگر اکثره کابلیان د هغه کامیابۍ ته ډېر خوشبینه ندي. اکثره باور لری چي ښاغلی اوباما به ډېر لږ بدلون راولي. خو د اوباما انتخاب د ښاغلي کرزي لپاره بد زیری دی. ځکه د متحده ایالات په نوې اداره داسي کسان راغونډ سويدي لکه جو باېډن او هېلري کلنټن چي سیمه ښه پېژني او بدلون غواړی. مېرمن کلنټن افغانستان او پاکستان د هېرسویو جبهو په نامه یاد کړيدي، او غواړي چي ددې منطقې لپاره یو خاص استازي ونوموي. ښایې دغه نوی استازی، ښاغلی ریچارډ هولبروک، وي. ښاغلي هولبروک هم پر کرزي باندي زیات انتقادنه کړيدي. او هم په کابل کي د دوستم وروستي جنایت او وحشت سخت په غوسه کړی دی. د اکانومیسټ مجله زیاتوی: د ښاغلي اوباما په اداره کی همدا نوي م امورین ښایي د ښاغلي کرزي لپاره ډېر گران تمام سي. د جمهورریس منتخب مرستیال، ښاغلی جو باېډن، په تېر ملا� �ات کي د ښاغلي کرزي خبرو او څرگندونو دونه په غوسه کړ چي مجلس یې پرېښود او له کوټې څخه ووت. ښاغلی هولبروک پخوا لا د ښاغلی کرزی د مشرتابه او کفایت په باب شک او تردید ښودلی وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پارلماني اخلاق", "output": "ګل آغا احمدي وردكپارلمان د يوه هيواد د ميشتو وګړو د مشورو د ګډ هستوګنځي حيثيت لري. په پارلمان كې د هيواد د مختلفو قومي، ديني، سياسي او ټولنيزو پرګنو استازي راټوليږي يو لړ داسې ځانګړو اخلاقو او چلند ته اړتيا لري چې د پارلمان له حيثيت او غړو سره ښايي چې بايد عملي شي. پارلماني اخلاق له يو لړ هغو بنسټيزو سلوكو، عملي او نظري چلند څخه عبارت دى چې د پارلمان غړي يې د پارلمان د ننه، د رسمي مجلسونو د تدوير ، د مختلفو نظرياتو د وړاندې كولو او عكس العمل پر مهال هغه ته د عملي جامې سره يو ځاى ژوره پاملرنه وكړي. هغه پارلمان چې غړي يې د ځانګړو سياسي او پارلماني اخلاقو پاملرنه كوي بريالى پارلمان ګڼل كيږي، وخت يې نه ضايع كيږي او تر ډيره بريده خپلو ټاكلو موخو ته د رسيدو د لارې ټول خنډونه له منځه وړي. خو هغه پارلمان چې غړي يې د ځانګړو پارلماني اخلاقو پيروي نه كوي د يوه ناكام او شړيدلي پارلمان په توګه يې ګڼلى شو چې په هيڅ توګه يې ټاكل شوو موخو ته د رسيدو په لاره كې برياليتوب نه په برخه كيږي.زموږ هيواد افغانستان چې له نيكه مرغه درې لسيزې وروسته د پارلمان خاوند ګرځي نو غوره خبره به په دې هكله دا وي چې په دې اړه د ځينو پارلماني اخلاقو يادونه په لنډه توګه څرګنده كړو چې د هيواد د پارلمان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو ته يې عملي كول د وخت يوه ډيره جدي اړتيا او د برياليتوب سرچينه ګڼل كيږي.لومړى: په ځانګړي نظم سره د پارلمان ودانۍ ته ننوتلد پارلمان د غړو د آزميښت لومړى پړاو له هغه لومړي ګام څخه پيل كيږي چې د پارلمان د ودانۍ په غولي يې ږدي. كه چيرې د اولس استازي په پاك، منظم او باكركتر ډول او داسې يوه شكل د پارلمان ودانۍ ته راشي چې په ريښتينې توګه د ملت د استازو له چلند سره اړخ لګوي نو نه يوازې به په خپل كار كې بريالي وي بلكي د هيواوالو هغو هيلو ته به يې هم مثبت ځواب ويلى وي چې د هغه لپاره يې خپله قيمتي رايه وركړيده. د ملت استازي بايد په دې خبره ښه پوه شي دوى هماغه كمزوري افراد وو چې تير پرون يې د ملت په وړاندې دخپلو زاريو عكسونه ځړولي او يو درجن وعدې پكې ليكلې دي چې د هماغه عكسونو زياتره برخه اوس مهال هم د ښارونو د ودانيو په ديوالونو قرار لري. خو لدې افرادو څخه د ملت د وګړو رايو استازي او وكيلان جوړ كړل. نو څومره به ښه وي چې د بيځايه غورو، لاپو او غرور په ځاى د پارلمان ښاغلي غړي د عاجزۍ او خلكو ته د خدمت د ولولو په درشل كې د پارلمان ودانۍ ته راشي. افغان ولس د همداسې يوه ښه نيت هيله ځينې لري.دوهم: په خپل ټاكلي ځاى باندې كښيناستلد پارلمان لنډمهالې دارلانشا به دا كار هرو مرو سر ته رسولى وي چې د پارلمان د مجلس په تالار كې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د هر غړي لپاره ځانګړې چوكۍ ټاكلې وي او د پارلمان دغړو لپاره ښايي چې په منظم ډول يوازې په خپلو ټاكل شوو ځايونو باندې كښيني.د ځانګړي نظم له مخې په خپل ځاى باندې كښيناستل او د پارلمان په ټولو مجلسونو كې د دې ډول نظم مراعات كول، د پارلمان له غړو سره مرسته كوي څو هغوى د ملت د وګړو په زړه كې محبوب او د خپلو ټاكلو موخو په لاسته راوړلو كې بريالي او د مطبوعاتو په سترګو كې ښه ښكاره شي. له بلې خوا به يې د پارلمان په اړه د هغه نړيوال نظم مراعات كړى وي چې د نړۍ په زياتره هيوادونو كې موجود دي او پيروي يې كيږي.دريم: د خداى د رضا حصول او د ملت سترو ګټو ته وفادارينوموړې دنده له هغو لويو بنسټيزو اخلاقو څخه سرچينه اخلي چې خپلول يې د ملت د هر يوه استازي لپاره اړين دي. كه چيرې په ريښتيني ډول زموږ د پارلمان هر وكيل دغه بنسټ خپل او د خپلو موخو لپاره يې د يوه عملي او ريښتيني اساس په توګه و ګڼي نو پرته له شك څخه به يې په ټوليزه توګه د برياوو كلۍ موندلې وي. د خداى د رضا حصول مومنو انسانانو ته د هغوى د عملونو په هره څانګه كې ضروري دى او د هيواد سترو ګټو ته وفاداري د خپل مقام او هغه رايي حق ادا كول دي چې د ولس وګړو خپلو استازو ته وركړې دي. نو څومره به ښه وي چې د ملت استازي يې راخپل او د خپلو كارونو په درشل كې پرې عمل وكړي.څلورم: له خپل ټاكلي او مربوطه مايك څخه د نظر وړاندې كولد ملت استازي تبعا حق لري او حق ور كول كيږي چې په اجندا كې د شاملو موضوعاتو په اړه وخت په وخت خپلې ګټورې مشورې په پوهنيزه توګه څرګندې او موضوع ته ښكلا ور و بښي. په همدې توګه بايد وويل شي چې د ملت استازي اصلا د دې لپاره راغوښتل كيږي چې د خپلو رغنده نظرونو، انتقادونو او نيوكو په وسيله اړوندې موضوع ته پرمختګ په برخه، جزئيات يې روښانه، ناڅرګند اړخونه يې و سپړي او د خنډونو په له منځه وړلو كې له خپلو سيالو ملګرو سره د همغږۍ آواز پورته كړي. د خپلو نظرياتو د وړاندې كولو پر مهال د ولس استازو ته ښايي چې خپل مربوطه مايك څخه كار واخلي. نوموړى كار ډيرې زياتې ګټې لري چې د هغه څو ګټو ته په لنډه ډول اشاره كيږي:د پارلماني مجلسونو د قانون له پلي كيدو سره مرستهد پارلمان د مجلس د مثبتې څيرې په وړاندې كولو كې همكاريله ګډوډۍ څخه په دې اړه مخنيوى او داسې نور.پنځم: د خبرو د نوبت مراعات كولد ملت استازو ته ښايي چې د پارلمان د مجلسونو پر مهال د خبرو د كولو نوبت مراعات كړى شي. د خبرو د نوبت مراعات كول له ډيرو ضروري فكتورونو څخه دى چې صبر او حوصله يې مهم عناصر ګڼل كيږي. كه د پارلمان د رسمي مجلسونو په درشل كې د خبرو كولو د نوبت مراعات په ښه شكل سره وشي نو د ملت استازي به په دې توانيدلى وي چې خپل نظر په مناسب ځاى كې وړاندې كړي، د نورو د ګټور خبرو د جريان مخنيوى به نه وي شوى او د پارلمان د مجلس له طبيعت سره سم به غونډه پرمخ درومي. په همدې توګه د خبرو د نوبت مراعات كول د ولس وكيلانو ته د دې وړتيا په برخه كوي چې د مجلس جريان تر وروستۍ لحظې پورې منظم وساتي او د ټاكليو موخو په لاسته راوړلو كې همكاري وكړي.شپږم: صبر او حوصلهلكه چې ګران لوستونكي پوهيږي پارلمان ته د هيواد د مختلفو ديني، قومي، سياسي، ټولنيزو او پوهنيزو افكارو خاوندان د ټولټاكنو له لارې د ورتګ شونتيا پيدا كوي. بريالى پارلمان هغه پارلمان دى چې د يوه هيواد د ميشتو ټولو پرګنو او افكارو استازي لاره پيدا كړي څو له يو بل سره پيژندګلوي حاصله كړي، خپل نظريات سره ګډ كړي او د هيواد د اساسي مسايلو په هكله ګډ دريځ غوره كړي. له همدې امله د پارلمان د مجلسونو پر مهال به زيات مختلف او متضاد نظرونه د هرې مطرح شوې موضوع په اړه وړاندې كيږي چې په دې ځاى كې صبر، حوصلې د مخالف نظر سره په سړه سينه او د معقولو دلايلو سره يو ځاى عمل وشي. د هيواد استازي كولاى شي چې خپل مثبت او رغنده نظر په داسې ځاى كې و كاروي چې د موخې كوتره يې په آسانه توګه نيولې او د مخالف لوري د ضمير له جريحه دار كولو يې ډه ډه كړې وي بلكي د معقولو دلايلو په وړاندې كولو سره يو ځاى د مجلس په اجندا كې طرح شوې موضوع ته بيړنى پرمختګ ور په برخه كړي.اووم: خپل عكس العمل ته سوله ايزه بڼه وركولطبيعي ده چې د پارلمان د مجلسونو پر مهال په ځينو ځينو مواردو كې ځينې استازي مجبوريږي او يا د دې اړتيا ويني چې پارلمان ته د بعضې متضادو افكارو د وړاندې كيدو په صورت كې عكس العمل څرګند كړي چې له هر اړخيزه پلوه د هيواد د سترو ملي ګټو سره اړخ نه لګوي يا دا چې په هيواد كې د سترو ستونزو زيږوونكي وي. د ملت استازو ته ښايي چې په دې وخت كې د لومړي ګام په توګه له پوره حوصلې څخه كار واخلي او په دوهم ګام كې خپل نظر له داسې قناعت كوونكيو دلايلو سره يو ځاى وړاندې كړي چې د سوله ايزې فضا څادر يې له ځان تاو وي او د مخالف لوري د ناروغ نظر لپاره درمل پكې پراته وي. بايد وويل شي چې هر ډول تاوتريخوالى، تشدد، بيړنۍ پريكړه او له سوله ايزې بڼې څخه د پارلمان د مجلس وتل زياتې ملي او ټولنيزې ستونزې رامنځته كوي. نو په همدې توګه دملت استازو ته نه ښايي چې د خپلو خبرو او نظرياتو د وړاندې كولو په هيڅ يوه پړاو كې هغه ناوړه فكتورونو ته اجازه وركړي چې يادونه يې وشوه. له بلې خوا د دې خبرې كول هم اړين دي چې د پارلمان د خبرو اصول هم دې كار ته اجازه نه وركوي چې له سوله ايزې بڼې څخ دې بهر شي.آتم: له بې ځايه ناندريو څخه ډه ډه كولپارلمان د خبرو او قانون جوړونې ځاى دى البته د داسې خبرو چې تعميري، اغيزمنې او هدف لرونكې بڼه ولري. بې ځايه او بې ګټې ناندريو ته ځاى وركول د پارلمان له اصولو او د هيواد له سترو ملي ګټو سره هيڅ راز اړخ نه لګوي بلكي كه خداى مه كړه د پارلمان د مجلسونو پر مهال بيځايه ناندرۍ د ملت د استازو تر منځ سر را اوچتوي نو په هيواد كې د تاوتريخوالي او كړكيچ اور ته لمنه وهي. په پارلمان كې همدې توګه بيځايه ناندرۍ ، هيواد د بيا رغونې په ځاى د تخريب او ورانولو خوا ته كشوي. نو له همدې امله د ملت استازو ته نه ښايي چې خپل قيمتي وخت پداسې بې ګټې ناندريو تير كړي چې د هيواد د سترو ملي ګټو خلاف وي بلكي هر راز نظر ته داسې بڼه وركړي چې د هيواد د لويو ملي ګټو ويندويي وكړاى شي.نهم: د شخصي ګټو پر ځاى د ملي ګټو پالنهد ملت استازو ته ښايي چې په پارلمان كې له هر څه لومړى د هيواد سترو ملي ګټو ته د لومړيتوب حق وركړي. د ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټو ته ترجيح وركول له هغو لوړو موخو او هيلو څخه سرغړونه ګڼل كيږي چې د هغه لپاره استازي پارلمان ته راغلي دي. په همدې توګه د ملت استازو ته ښايي چې سيمه ايزو ګټو ته ځاى وركول د خپل كاري پروګرام په دوهم كتار كې راولي او له شخصي ګټو څخه په كوټلې توګه تير شي ځكه چې د ملت استازي د ډيرو لوړو لوړو مقصدونو لپاره د هيواد د پرګنو له خوا ټاكل شوي او پارلمان ته يې د راتګ لاره موندلې ده. له بلې خوا د ملي ګټو پالل د هغو لويو لويو آرمانونو سره مرسته ګڼل كيږي چې د افغانستان هر وګړى يې د خپل هيواد د آبادۍ او سمسورتيا لپاره د خپلو هيلو په هنداره كې ګوري.لسم: په خپل نظر باندې له بيځايه ټنيګار څخه ډه ډه كولپارلمان د هيواد د مختلفو پرګنو د استازو ګډ كور دى چې د خپل هيواد د آبادۍ، پرمختګ او د خپلو خلكو د هوساينې لپاره د ملت استازي مختلف نظرونه وړاندې كوي او بيا د دې نظرونو له منځ څخه تعميري او پاخه نظرونه غونډيږې او د هغه له ټولګې څخه د موضوع په هكله داسې ښكلې فيصله يا قانون صورت مومي چې د اړوندې ټولنې هر اړخيزې ګټې يې په پام كې نيولې وي. د ملت استازو ته ښايي چې خپل سالم، رغنده او مثبت نظرونه په داسې توګه څرګند كړي چې له موضوع سره اړخ لګوي او د داسې صفاتو درلودونكى وي چې يادونه يې وشوه نو بيا خو به هرو مرو په پام كې نيول كيږي. نو په دې توګه ويلاى شو چې د پارلمان د مجلسونو په ترڅ كې په خپله خبره باندې بيځايه ټينګار او يا هغه څو څو ځلې بيانول له هغو ملي آرمانونو، پارلماني قوانينو او ټولنيز ادب سره اړخ نه لګوي چې د يوه هيواد د پارلمان له شان سره مناسب دي.نور بيايوولسم:د پارلمان د رئيس سره همكاري او د هغه د اوامرو منلد پارلمان رئيس د ټولټاكنو په وسيله د پارلمان د استازو له منځ څخه انتخابيږي چې دنده يې د پارلمان د مجلس هر اړخيز كنترول او څارنه ده. د پارلمان رئيس ځانګړي حقوق او وجائب لري چې شننه يې يوې ځانګړې ليكنې ته اړتيا لري. د پارلمان په غړو باندې د پارلمان حق دا دى چې له هغه څخه په ټولو هغو اوامرو كې پيروي وشي چې د رئيس له رسمي دندو څخه ګڼل كيږي، لويې ملي ګټې يې په نظر كې نيولې وي او د نظم په ساتلو كې د هر اړخيزې همكارۍ جوګه وي. د پارلمان غړو ته ښايي چې د قانون سره سم د خپلو نظرياتو د وړاندې كولو اجازه د پارلمان له رئيس څخه ترلاسه او يوازې په خپل ټاكل شوي وخت كې د هماغه موضوع په اړه څرګندونې وكړي چې اجازه يې له رئيس څخه تر لاسه كړې ده. همدارنګه د پارلمان په اړوندو ټولو مسايلو كې د دې اصل پيروي د پارلمان د غړو له لوړو اخلاقي معيارونو څخه ګڼل كيږي.دولسم: د رايې اچونې د اصولو مراعات او اكثريت رايې ته احترامد ملت استازي په زياتو مواردو د دې اړتيا احساسوي چې د وړاندې شوې موضوع په هكله خپله رايه استعمال او نوموړې موضوع بيا د اكثريت رايو په وسيله تصويب كاندي. رايه اچونه د پارلماني كړنو يوه مهمه برخه ګڼل كيږي او د ملت استازو ته ښايي چې د رايې اچونې پر وخت او د خپل مهال ويش له مخې په منظمه توګه په داسې ډول د رايې اچونې په پروسه كې ګډون وكړي چې لويې ملې ګټې يې په نظر كې نيولې وي. په همدې توګه په سړه سينه او پراخه ټنډه په پارلمان كې د هرې وړاندې شوې موضوع په اړه د اكثريت رايې ته د احترام او مننې غاړه كښيږدي. بايد وويل شي چې په هغه صورت كې بيا بيځايه ضد او بيځايه ټينګار كومه ګټه نه لري بلكي په پارلمان كې د ستونزو او منفي سياليو د زيږيدو سبب كيږي.ديارلسم: د رسمي مجلسونو په ترځ كې د مناسبو جامو پوښلد ملت استازو ته ښايي چې د رسمي مجلسونو پر مهال داسې جامې په تن كړي چې پاكې، ښكلې او په داسې ډول منظمې وي چې په پارلمان كې د استازيتوب له دندې سره اړخ و لګوي. د دې ټكي له يادونې څخه موخه دا ده چې د ملت د استازو جامې او د هغه څرنګوالى د مجلس په عمومي څيره او ښكلا كې لويه ونډه درلودلى شي. نو كه چيرې د پارلمان وكيلان د رسمي مجلسونو پر مهال هغسې جامې په تن كړي چې خپل ځان ورته ريښتنى افغان ښكاري نو د مجلس له عمومي څيرې سره به يې ډيره مرسته كړې وي.څوارلسم:د پارلمان په كړنلاره بشپړ عمل كولبريالى پارلمان هغه دى چې غړي يې د پارلمان په كړنلاره بشپړ عمل وكړي. بايد وويل شي چې هر پارلمان يو شمير ځانګړي قوانين او مشخصه كړنلاره لري چې د رسمي مجلسونو پر مهال د ولس استازي پرې ګام په ګام عمل وكړي او دغه ټكي چې موږ يې په دې مقاله كې يادوو زياتره يې د پارلمان د طرزالعمل يوه برخه ګڼل كيږي. كه چيرې پارلمان د هراړخيز نظم، پوهنيزې ښكلا او عملي كړنلارې څخه برخمن وي او وكيلان د نوموړې كړنلارې عملي كولو ته بشپړه پاملرنه وكړي نو په خپلو ټاكليو موخو كې د برياليتوب هسكو پوړيو ته رسيږي. په همدې ډول كه خداى مه كړه د هيواد د پارلمان غړي د يوې مثبتې او عملي كړنلارې پلوي نه كوي نو پرته لدې چې خپل او د ملت وخت يې ضايع كړى وي بله پايله په لاس نه شي راوړلاى.پنځلسم: د بايي كاټ پرمهال د سوله ايز احساساتو څرګندونهكله كله په پارلمان كې د حكومت د ځينو پاليسيو مخالف لورى يا اپوزيسيون د تصويب شوو فيصلو يا د يو لړ نورو مسايلو د نه منلو په صورت كې خپل مخالفت د مجلس د تالار د پريښودلو يا بايي كاټ په وسيله څرګندوي خو د زمانې په مختلفو پړاوونو كې كله كله داسې هم پيښ شوي دي چې په دې ډول صحنو كې ځينې احساساتي اشخاصو تاوتريخوالي ته مخه كړې او د پارلمان سوله ايز جريان يې په تاوتريخوالي او بيځايه ناندريو بدل كړى دى. دغه راز عمل له پارلماني اخلاقو سره هيڅ راز اړخ نه لګوي او نه هم د يوه مهذب ولس له شان سره ښايي. په همدې توګه بيځايه افراطي عمل د يوه هيواد ملي ګټو ته سخته صدمه رسولى شي. كه چيرې د پارلمان د غونډو پرمهال داسې پيښيږي چې مخالف لورى بايي كاټ كوي نو يوازې همدومره به كافي وي چې په پټه خوله او سوله ايزه توګه د مجلس له تالار څخه ووزي. بيځايه ناندرۍ، احساساتي څرګندونې او غير سوله ايز عمل د هماغه شخص او يا ګروپ د منفي كړنو په توره كتابچه كې ليكل كيږي چې له هر اړخيز تاوان پرته به بل هيڅ راز لاسته راوړنه نه شي موندلاى.شپاړسم: له تعصباتو څخه ځان ساتلد افغانستان خلكو د تيرو دونيمو لسيزو په ترڅ كې د ځينو مغرضو لوريو له خوا د ډول ډول تحميلي تعصباتو د اورلمبې او د هغه پايلې په څرګنده توګه وليدې چې يوازې د هيواد هراړخيزه وراني او بدنامي يې دې وياړلي ملت ته په ميراث پريښوده. له بلې خوا بايد وويل شي د هغو څيرو او كركترونو نومونه به د تل لپاره به د لعنت په توره كنده كې پراته وي چې په دې وياړلي ملت يې د ډول ډول تعصباتو تحميلي تورتم نازل كړى دى.د افغانستان خلك او ټول ميشت قومونه يو افغان او يو د بل داسې خواږه وروڼه دي چې د تاريخ په مختلفو پړاوونو كې يو د بل تر څنګ اوسيدلي، يو د بل په درد يې خوړلي، غم او ښادي يې يوه ده نو فكر نه كيږي چې د ملت استازي دې دغه ناولې پديدې ته يو ځل بيا د سياست په صحنه كې د ظهور او ودې اجازه وركړي بلكي هغه ناولې څيرې به محكومې كړي چې دغه ناولې پديده يې د كوپړيو له مغزونو را تاو شوې ده. د ملت استازو ته ښايي چې يوازې د خپلو ديني او ټولنيزو ارزښتونو سره يو ځاى د افغانستان سترې ملي ګټې و پالي او په دې باور ولري چې د تعصب د اور بلوونكي به كه خداى كول يوازې پخپله خپل ځانونه د رسوايۍ د سيلاب په څپو كې غوزوي او بل به هيڅ راز لاسته راوړنه به و نه لري.اوولسم: په لنډو او فصيحو الفاظو د خپل نظر وړاندې كولد پارلمان ځينو ځينو غړو ته نه ښايي چې داسې اوږدو ويناوو ته مخه كړي چې په حاشيو كې لاړ شي او له موضوع سره اړخ نه لګوي. نوموړى كار د وخت د ضياع سبب كيږي او د نورو وكيلانو د تعميري نظرياتو د بيانولو مخنيوى كوي. ښه خبره به دا وي چې د ملت ټول استازي خپل نظر په داسې لنډو او فصيحو الفاظو كې څرګند كړي چې ياد شوي ټول اړخونه يې په نظر كې نيولي وي. ځكه بهترين نظر هغه معقول نظر ګڼل كيږي چې لنډ، په فصيحو الفاظو سمبال او د غوره دلايلو درلودونكى وي. په همدې توګه كه چيرې استازي د موضوع په اړه مخكې له مخكې تياري و نيسي او هغه ټكي يادداشت كړي چې بايد په خپله وينا او يا نظر كې يې وړاندې كړي نو دغه اصل ته به يې ځانګړې پاملرنه او د مجلس له اصولو سره به يې مرسته كړي وي. آتلسم: د موضوع په اړه يوازې په يو ځل د خپل نظر وړاندې كول كه د پارلمان غړي د يوې موضوع په اړه د خپل نظر وړاندې كول په دې شكل منظم كړي چې د اړتيا په صورت كې يوازې يو ځل د نظر څرګندونه و كړي نو د هغه اغيزې به له هغو ګډو وډو خبرو څخه زياتې وي چې د هر ټكي له بيانيدو سره بيل بيل لاس پورته كوي او د نورو استازو د تعميري نظرياتو د وړاندې كيدو مخه نيسي. په همدې توګه ټولنيز آداب هم په دې خبره ټينګار كوي چې بايد د موضوع په اړه د نورو د نظرياتو مخنيوى او مزاحمت و نه شي. له بلې خوا بايد د دې خبرې يادونه وشي هغه شخص خپل اهميت او اغيزه ډير ژر له لاسه وركوي چې د بيځايه خبرو په وسيله د هر ټكي د بيانيدو سره سم د خپل ځان ګډون ته لاره پرانيزي او د وخت د ضايع كيدو سبب كيږي.نولسم: د ناوړه الفاظو له استعمال څخه ډه ډهد پارلمان د مجلسونو پر مهال هر ډول تاوتريخوالي ته لمن وهل، د پارلمان د رئيس يا نورو استازو په مقابل كې د ناوړ، ركيكو او بدو الفاظو استعمالول د ملت د استازو له شان سره نه ښايي او هغه اشخاص چې دغه ناوړه پديدو ته لاره پرانيزي موخه يې په هيواد كې د سوله ايز جريان ورانول دي. بايد وويل شي چې په داسې حساسو شيبو كې د پارلمان د وكيلانو د صبر او حوصلې بنسټ د عمل په ډګر كې پلى كيږي. د ملت استازو ته نه ښايي چې په هيڅ صورت دغه ناوړه پديدې ته د پارلمان د ننه د نفوذ اجازه وركړي بلكي د بشپړې ورورګلوۍ په فضا كې ټول په يوه خوله د افغانستان د سرلوړۍ لپاره لاس په كار شي.شلم: له اړوندو ادارو او چارواكو سره همكاري پارلمان د خپلو كارونو د غوره تنظيم لپاره يو زيات شمير مامورين او يو لړ ادارې په خپل انګړ كې په كارونو ګمارلي وي څو د پارلمان اړوند كارونه منظم او مربوطه چارو ته غوره سمون په برخه كړي. د ملت استازو ته ښايي چې له اړوندو چارواكو او مامورينو سره د بشپړې همكارۍ له لارې لاړ شي، د هغوى په لارښوونو عمل وكړي او له هر ډول داسې منفي كردار څخه ځانونه و ژغوري چې د اړوندو چارواكو د خپګان سبب كيږي. له بلې خوا د دې خبرې يادونه ضرورري ده چې هغه ټول مامورين، او اړوندې ادارې د وكيلانو د خدمت او د چارو د ښه سمون لپاره په كارونو ګمارل شوې دي چې د پارلمان په انګړ كې كار كوي نو له هغوى سره عدم همكاري به پخپله د وكيلانو كار له خنډونو سره مخ كړي. له همدې كبله ضروري ده چې د ولس استازي له هغوى سره د بشپړې همكارۍ او همغږۍ له مخې خپلې چارې پر مخ بوزي.يو ويشتم: د قلم او كتابچې درلودلد پارلمان غړو ته ښايي چې په رسمي مجلسونو كې د خپل حضور په ټول وخت كې قلم او د يادداشت كتابچه ولري چې نوموړى كار ګڼې فايدې لري. لومړى ګټه يې دا ده چې د اړتيا په وخت كې ضروري ټكي پرې وليكي. بل دا چې كه چيرې ځينې وكيلان نه شي كولاى خپل نظر په سمه توګه په خپل ذهن كې ځاى په ځاى كړي نو كولاى شي چې د كاغذ پر مخ يې و ليكي او بيا يې د كاغذ له مخې و لولي. د قلم، كتابچې او سپين كاغذ په اړه بايد وويل شي چې شايد د پارلمان اړوند مامورين به هم دا كار كوي چې د رسمي مجلسونو د پيل كيدو څخه د مخه د پارلمان دغړو مخې ته د اړتيا وړ كاغذ او قلم كښيږدي خو د دې سره سره ضروري ده چې استازي پارلمان ته د ننوتلو څخه د مخه په دې اړه بشپړه تياري ولري او د اړتيا وړ كلتوري توكي له ځان سره و لري.دوه ويشتم: د مجلس اجندا په پام كې نيولد پارلمان هر مجلس د څيړنې وړ مسايلو لپاره ځانګړې اجندا لري چې بايد يوازې په هماغه بحث صورت و مومي څو مثبتې پايلې لاسته راوړاى شي. د مجلس په جريان كې د اجندا له موضوعاتو پرته د نورو مسايلو مطرح كول د پارلماني كړنلارې او چلند سره اړخ نه لګوي بلكي د ملت د استازو د قيمتي وخت د ضياع سبب كيږي. د پارلمان غړو ته ښايي چې يوازې او يوازې پرهغو مسايلو خپل بحث ته ادامه وركړي چې د مجلس په اجندا كې شاملې وي ګام په ګام يې تعقيب او د مثبتو پايلو په لوري يې مخ په وړاندې بوزي. همدارنګه له اجندا پرته د نورو مسائلو مطرح كول د پارلمان مجلس د ګډوډۍ په لوري بيايي او له مجلس څخه د مثبتو نتايجو تمه بيا په هغه صورت كې بيځايه ده. درويشتم: د مجلسونو رسمي پيل او خاتمې ته درناوىد پارلمان د غونډو په ترڅ كې دې ټكي ته بايد زياته پاملرنه وشي چې په منظم او رسمي ډول پيل او په ټاكلي وخت، رسمي توګه او د موخو د لاسته راوړلو سره يو ځاى پاى ته ورسيږي. د ملت استازي به د پارلماني اخلاقو د يو مهم اصل په توګه دې ټكي ته زياته پاملرنه كوي چې نه خو د رسمي مجلس له پيل څخه د مخه خپلې څرګندونې پيل او نه هم د مجلس د رسمي پاى له اعلان څخه وروسته خپلو خبرو ته ادامه وركړي بلكي د پارلمان د مجلس رسمي پيل او پاى ته كلك درناوى ولري. له بلې خوا د دې اصل په پام كې نيول د نظم له ساتلو، د پارلمان له رئيس او اړوندو چارواكو سره هم مرسته كولاى شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان دیپلومات لا هم تری تم دی", "output": "میرویس جلالزی افغان دیپلومات عبدالخالق فراهي د څه باندي پنیځو میاشتو په تیریدو لاهم تري تم دی.عبدالخالق فراهي په پيښور کې د افغان جنرال قونسل په توګه دنده تر سره کوله چې کابو نیم کال دمخه د پیښور ښار څخه وتښتول شو.که څه هم تر اوسه په رسمي توګه کومي ډلي د هغه د تښتوني پړا پر غاړه نه ده اخیستي خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه کار د قبایلي طالبانو بولي.د پاکستان دولت د هر راز نړیوالو او دیپولماتیکو اصولو خلاف د ښاغلي فراهي د خلاصون لپاره هیڅ راز هلي ځلي نه دي کړي .افغان دولت د ښاغلي فراهي د خلاصون مطالبه کوي او د نوموړي دیپلومات د روغتیا په اړه هم شدیده اندیښنه لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د عراق مرستيال وزير له بريد څخه خلاص شو", "output": "د عراق د پوليسو په ټكو، مرستيال لومړى وزير سلام الزوبيعي پرون كله چې په بغداد كې له خپل كور څخه د وتلو په حال كې وو، د يوه ځانمرګې بريد كوونكي د بريد ښكار شو. په دي بريد كه نوموړى كلك ټپونه اخيستي او د يو ورور په ګډون يې ۱۵ تنه ساتونكي ژوبل شوي او ۸ تنه نور ژوبل شوي دي. له پيښي څخه څو شېبي وروسته، د عراق لومړى وزير نوري كامل المالكي هغه روغتون ته ورغئ چيرته چې ښاغلي زوبيعي پكې بستري دى. تر اوسه په دې لوى سني سياستوال د بريد په تور څوك ندي نيول شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي دفاع وزارت دلسو طالبانو دوژلو او ٢١ د نيولو خبر ورکړي", "output": "احمد لودين هيواد دملي دفاع وزارت په بيلابيلو سيمو کي د عملياتو او چاودنو پر مهال د لسو وسلوالو طالبانو د وژلو او ٢١ نورو دژوندي نيولو خبر ورکړ .دغه خبر په کابل کې د ياد شوي وزارت د مطبوعاتي دفتر لخوا په يوه خپره سوي خبرپاڼه کې ورکړل سوى دى. په خبرپاڼه کې زياته سوې، چې تېره ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ٢٠٥ قول اردو د زمري کومانډو کنډک ځواکونو عمليات ترسره کړل . سرچينې ويلي، چې په دې عملياتو کې يو وسلوال مخالف ووژل سو او له سيمې څخه يې يو ميل پيکا او ٨٠ کيلو ګرامه تارياک ترلاسه کړي دي . د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ياده شوې سيمه کې درې وسلوال طالبان چې دسړک پر غاړه يې ماينونه خښول، د خپل ماين په يوه چاودنه کې وژل سوي دي . د ملي دفاع وزارت په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي دي ، چې دملي اردو د بګرام د عملياتي قطعې ځانګړيو ځواکونو تېره ورځ په بېلا بېلو عملياتو کې شپږ وسلوال مخالفين وژلي دي . د سرچينې د معلوماتو له مخې، څلور وسلوال مخالفين د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې او يو د کندهار په دامان او بل د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې وژل شوى او دوه نور ژوندي نيول شو ي دي . په خبرپاڼه کې زياته شوې ده ، چې د کندهار د دامان ولسوالۍ د عملياتو پر مهال ١٣ شکمن کسان هم نيول شوي دي، چې تر پلټنو لاندې دي . دغه راز د ملي دفاع وزارت په غزني او اروزګان ولايتونو کې هم د بېلا بېلو عملياتو پر مهال د شپږو وسلوالو مخالفينو د ژوندي نيولو خبر ورکړى دى . بلخوا وسلوالو طالبانو هم د کندهار په پنجوايي ، د پکتيکا په سروبي او د ميدان وردګو په سيداباد ولسواليو کې د بريدونو او چاودنو په ترڅ کې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوريايي بندياني سره صليب ته وسپارل سوې", "output": "د ٢١ تنو يرغمل سوو کوريايانو له جملې څخه دوې تنې خوشي سوې. دغه ناروغي مېرمني نن تقريباً پنځه بجې په يوه خړه کرولا کي چي يوه سپين ږيري قومي مشر چلول د غزني په ښار کي د سره صليب دفتر ته ورسېدې.طالبانو دغه دوې ناروغي مېرمني له کو� �يايي استازو سره تر مخامخ خبرو وروسته خوشي کړې.دوى ټول ٢٣ تنه وه چي له کندهار څخه کابل ته په لاره کي د جولاى پر ١٩ مه د غزني ولايت په عسکرکوټ سيمه کي د طالبانو له خوا تښتول سوي وه، چي وروسته يې طالبانو دوه تنه ووژل.طالبان د پاته کوريايانو په بدل کي له افغان حکومت څخه خپل بنديان غواړي او همدا راز له افغانستان څخه د کوريا د څه باندي ٢٠٠ سرتېرو د وتلو غوښتنه کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روسيې دفاعي او فضايې صنعت", "output": "د RUSI ژورنال نه ژباړه: سليم تايب د روسيې دفاعي او فضايې صنعت په دې وروستيو کې د شوروي د وخت (بې هدفه لګښت) اوس نړيوال مارکېټ ته تېر شوي دى. ۱۹۹۰ کلونه د اووښتلو ستونزمن کلونه وو، کله چې د شوروي ډاډمن مارکېټ له پخواني نفوذه ولوېد او په کورني لګښتونو کې لانور هم ډوب شو، خو اوس د بيا راپورته کېدو په حال کې دى. د صاد� �اتو متعرضه پاليسي اوس د کورنيو لګښتونو سره برابره شوې ده. د ځينو په اټکل د روسيې دفاعي صنعت بيرته خپل حالت غوره کوي. د روسيې د دولت پارلمان د ۲۰۰۷ کال په اکتوبر کي خپله دفاعي بودجه، چې ۸۲۱.۵ ميليارده روبل وه او د۳۰ ميليارده امريکايې ډالرو سره برابره ده ومنله او دا د تير کال په پرتله ۲۲.۹ په سلوکې زياتوالى ښيي. � �ګښتي ګټه ۱۱.۲ ميليارده امريکايې ډالره وه، چې په ۲۰۰۶ کال کې۶ ميليارده او په ۲۰۰۵ کال کې ۷،۴ ميليارده ډالره وه. په نړيوال مارکيټ کې د بهرني خرڅلاو زیاتوالی د دفاعي او فضايې صنعت اغيزه ده چې په ځانګړې توګه د يادوني وړ ده. د دې هېواد د بهرنيو فرمايشاتو بسته په دې کال کې ۲۳ ميليارده امريکايې ډالره وه چې په۲۰۰۶ کال کې دا شمېره د ۱۵او ۱۶ ميلياردوامريکايې ډالرو تر منځ وه۔ د ۲۰۰۶ کال د صادراتو کچه چې ۶،۱ ميليارده ته اوچته شوه د ۱ميليارد ډالرو ګټه په خپله د مسکو د اټکل نه هم اوچته وه او د روسيې د پوځي تکنالوژي د سرويس ډايرکتر اعتراف کوي چې په ۲۰۰۷ کال کې به دا ګټه ۷ ميليارده امريکايې ډالرو ته پورته شي. داشمېر د۴۰ په سلوکې دفاعي او فضايې صنعت په زياتيدو سره د پامل� �نی وړ دی. روسيه له دې امله چې خپل صادرات ډاډمن کړي (په ځانګړې توګه په بهرکې يې دچين اوهندوستان په شان مظبوط کړي) داسي نښي اونښانې � �يدل کيږي چې هغوي په معاصراقتصادي مارکېټ کې خپلې منګولي ټينګوي. مالي راکړي ورکړي يې رام نځ ته کړې دي( دپورونو بخښل، داړو هېوادونو تيلواوګازو پولي ته ننوتل) په بريالى توګه صادرات مظبوط کړل. الجيريا يوله هغه ھېوادونه دى چې د ۲۰۰۶ کال په مارچ کې داڅرګنده شوه چي ددوی ترمنځ دميلياردونو ډالرو دسوداګرى پر سر خبري شوى دي. له دې امله به روسيه ۴۰، T90 محاربوي ټانکونه، دځمکې نه هوا ته د S300 SAM راکټونو ۸ کندکه، ۱۶ دياک ۱۳۰ پرمختللي تمريني الوتکي، ۴۰ جنګي ميګ ۲۹ الوتکي او ۲۰ سو۳۰ م ک الوتکي والجيريا ته وركوي۔ ددې په څنګ کې به روسيه دشوروي دوخت د ۱۰ ميلياردو په حدودکې پور والجيريا ته وروبخښي۔ دروسيې دتيلوتوليدونکې( لوک) اودګازو دګروپ (ګازپروم) کمپني دالجيريا وطبيعي منابعو ته ډاډمن لاس رسولى دى. له بلې خوابه روسه په افريقاکې پھ م ناسبو او اسانه شرايطودصادراتوزمينه برابره کړي ترڅوخرڅلاوډاډمن کړي۔ د ۲۰۰۶ کال په سپتمبرکې دروسيې دفاعي اوفضايې دولتي اجنسي پھ ډاګھ كړه چې په بدل کې به دوى په راتلونکې کې له افريقا نه الماس، چارتراش،کتان دخرما توليدات اوقهوه رانيسي. سره له دې چې ښې پايلې ترلاسه شوې دي خو دځينودلايلوله مخي باورکيږي چې روسيه به په راتلونکو کلونوکي دجدي ننګونوسره مخامخھ شي۔ دکوچنيو اومنځنيوکمپنيودفعاليت اوارزښت لړۍ به په راتلونکې کې په زياتو برخوکې ناکامه شي هغه چې غواړي په بريا� �ي توګه دنوي مارکيټ سره مطابقت وکړي. نولويې کمپنى بايد پاملرنھ وکړي چې په څه ډول کولاي شي په راتلونکې کې پ� �ټنو اوپرمختګ ته وده ورکړي ترڅودسيالى څوکې ته ځان پورته کړۑ۔ اندري ريوس دروسيې دصنعت اوانرژي مرستيال د ۲۰۰۶ کال په اپريل کې خبرورکړ چې اوس په روسيه کې ۲۴۲ نوي ستراتيژيکې پروژې چې دفاعي اوفضايې ھم پکښې شاملي دي، دتنګ لاسى اوزغم د پروسيې سره مخامخۑ دي. واقعيت دادى چې هغوي دادارې اوتنظيم په اړه په ازاد مارکيټ کې ځان نه شي برابرولى.هغه وويل په اوسني مارکيټ کې ددې کمپنيوکمزورتيا معلومه � �وه. همداسي دداقتصادوزيرجرمن گراف تاييد کړه چې نړيوال مارکيټ ته د ننوتلوکلي ديوهيوادپه لمړنيو جوړښتونو اودهغه په موقعيت پوري اړه لري۔ هغه توصيه وکړه چې کمپنى بايد دنړيوال مارکيټ داړتېاوو لست ته پاملرنھ وكړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طلوع تلويزيون دپارلمان دغړو لپاره دجنجال موضوع وه.", "output": "نن دپارلمان دغړو تر منخ ددغه تلويزيون دخپرونو پر سر ناندريو هغه مهال زور واخيست کله جې استازې صفيه صديقي دولسي جرګې له مشر يونس قانوني وغوښتل چې ددغه تلويزيون خبريال او کمره مين له تالار څخه ددې لپاره وباسي چې دې ته يې په يوه خپرونه کې په سپکه کتلي. دصديقي تر نيوکې وروسته ګڼ شمير استازو داغلې صديقي د خبرو پخلی وکړ او دطلوع تلويزيون يې دافغاني کلتور او حکومت دښمن وباله خو لا هم ځينو استازو دولسي جرګې دنورو استازو له لوري په طلوع تلويزيون نيوکه سمه نه بلله او دبيان ازادۍ ته داستازو داحترام خبره کو� �ه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ميدان ښار له ١٤ کلونو تيارې وروسته بيا رڼا شو .", "output": "د وردګو ولايت مرکز ميدان ښار د بريښنا حرارتى دستګاه د دولت له بودجې څخه د يو ميليون افغانيو په لګښت بيا ورغول شوه ،چې څه ناڅه١٢٠٠ کورنى او ټولې دولتى اداري په بريښنا سره رڼا شوې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوریزه", "output": "څلوریزه وایې وخت د تورې نه دیستن را واخلۍ عزیزانودا شلیدلی ګریوان ګورﺉدا ګنډل غواړي یارانو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نوي افغانستان جشن ته د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام", "output": "يادونه: لاندي پيغام د نوي افغانستان د ٢٦٠ کليزي په مناسبت په جرمني کي د جوړ سوي نړيوال جشن غونډي ته هم لېږل سوى دئ. د دې درنې څېړنغونډي د مش� �تابه دروند پلاوي! معززو مشرانو! قدرمنو پوهانو! او ښاغلو ګډونوالو! تر هرڅه مخکي مو سلامونه، مينه او درنښت ومنئ! په داسي حال کي چي افغانستان يو ځل بيا د خپل تاريخ پر خورا حساس او نازک بريد (د پاڼ او پړانګ) تر منځ ولاړ دئ، دا څېړنغونډه جوړول يو خورا پر ځاى او تر بل هر وخت اړين ګام او بېسارى نوښت ګڼل کېداى شي. زموږ هيله دا ده چي په دې غونډه کي د افغانستان خواخوږي او ضمير لرونکي پوهان، څېړونکي او شنونکي تر بل هر وخت زيات د خپل درانه مسوليت په ژور درک سره دقيق فکر، څېړني او شنني وکړي، چي څنګه کولاى شو په ګډه نننى افغانستان د هغه ژور بحران له بلا څخه وژغورو چي دا م هال يې په تورو منګولو کي راښکېل اود يو موټي وجود د پوښتني له ګواښ سره يې مخ کړى دئ. درانه پوهان پوهېږي چي افغانستان د خپل ټول تاريخ په اوږدو کي تر ننه پوري د خپل ډېر حساس جغرافيايي سياسي وجود له امله تل د نړۍ د سراښو ځواکونو د ستراتيژيکو موخو د ګټلو دپاره په ناروا توګه د ډېر بر بادوونکي جنګ سور ډګر يا هم د ټوپ وهلو تخته پاته شوې ده، نن بيا ګورو. په داسي حال کي چي نړۍ د يوه قطبي ښام ار په زهرو لړلې ده، نو دې ښامار بيا خپل سنګر د افغانستان په وجود کي انتخاب کړى دئ او د افغانستان له غېږي کو� �اى سي خپل وژونکي زهر سيمي او نړۍ ته صادر کړي. درنو دوستانو! که چيري موږ د يو څو شېبو دپاره له سياسي مصلحت او نزاکت څخه د تېرېدو اجازه ولرو نو ډېر رښتيا او روښانه واقعيت دا دئ چي نن امريکا په خپل ټول غرور سره د خپل وحشت ډېر تباه کوونکى ګام د افغانستان پر ټټر په داسي انداز ايښى دئ چي د ملي، قومي او � �بيلوي ناسور په بڼه به د دې ګام د ژورو زخمونو په درملنه تر ډېره د خداى په خدايي حيران يو. د دې ترڅنګ نړيوالي ټولني د ديموکراسۍ او آزاد بازار په پديده د يوه وارداتي توکي په څېر په داسي نا معقوله او غير علمي توګه افغانستان ته راولېږله چي د ګټي پر ځاى يې همدا اوس لا زيانونه ډېر څرګند دي، دا ځکه چي د ملت سياسي شعور فلج دئ، په تن لڅ او په نس وږى، د وژونکي فقر او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان، د لوست او پوهي له نعمته بې برخي دئ او اخ� �اقي کمزوريو ځپلئ دئ. له بلي خوا مرکزي اداره ډېره خواره او د دولتي چارواکو په بيا بيا څرګند اعتراف په نهايي فساد ککړه ده. د دولت چاري د اهليت نه بلکي د مصلحت، شناخت او زور پر بنسټ سپارل شوي دي، امنيت ورځ تر بلي تر بدو بترېږي، دولتي پرسونل په ډېر نا متجانس ډول جوړ دئ، دولتي چارواکي پخپلو کي يو بل ته په سنګر کي ناست دي، جالبه دا ده چي خپله د ولسمشر مرستيال د دولت د مخالفي جبهې تر ټولو فعاله مهره ده، د قانون نوم خو اخيستل کېږي، مګر پلي کېده يې يو تصور دئ. بل اړخ ګاونډي هيوادونه افغانستان ته په کمين کي ناست دي او په څرګنده خپل لاسپوڅي په هر لحاظ تمويلوي. نو په دغسي يوه حالت کي څه فکر کوئ چي ملت د ديموکراسۍ او آزاد بازار په نامه د بې بندوبارۍ و ګرداب ته ور ټېل وهل شي، پايله به يې څه وي؟ درنو پوهانو! ډېره ضرور ده چي ستاسو پام په افغانستان کي هغه خپاره شوي ذهنيت ته هم راواړوو چي په باب يې لا تر اوسه جدي بحثونه نه دي شوي، هغه دا چي په افغانستان کي اوسنى جنګ د امريکا د ستراتيژۍ يوه حتمى برخه ده او په نا مخامخ توګه هغه ډلي پر پښو دروي چي دوى يې ترهګر بولي او د له منځه وړلو په بانه يې افغانستان لاندي کړى دئ. ښايي تاسو ته به احمقانه وبرېښي که موږ د داسي شواهدو خبره وکړو چي له مخي يې امريکايي ځواکونه خپ� �و دښمنو ډلو ته خوراکي توکي او وسلې ورکوي او هغسي ګوزار ورباندي نه کوي چي شپږ کاله دمخه يې هغوى له خپلو پخو ريښو سره په ډېر لنډ زماني واټن کي له بېخه و ايستل، خو نن د هغو منظم او ډلي _ ډلي حرکتونه، څه فکر کوئ چي ولي ن� �ي ځپلاى؟او پر ځاى يې د ملکي خلګو قتل عامونو د غونډو کليو او ولسواليو يو مخيزه تباهيو يوه بشري ناورين ته م خه ورکړې ده؟ قدرمنو مېلمنو! د دې موضوع ابعاد دومره ژور او پراخ دي چي يوازي يادونه يې هم د يوه پيغام تر زغم وزي. زموږ هيله دا ده چي د دې درنې غونډي برخه وال د خپل درانه مسوليت په ژور درک سره د افغانستان د روان ناسوري کړکېچ د ژورو اړخونو ژوره څېړنه وکړي او د اواري معقولي لاري چاري يې روښانه کړي او د دې تر څنګ دا وړانديز هم کوو چي د افغانستان په باب د ورته څېړنغونډو يوه پرله پسې لړۍ را پيل شي او دا م سله يوازي د ايمان، وجدان او خلوص په مټ دېره جدي تعقيب سي، کنه نو خداى مکړه هغه لوى افغانستان چي دوه سوه � �پېته کاله وړاندي يې په ټول عظمت او وياړ سره جغرافيايي حدود ټاکل شوي وو، که څه هم چي هغه جغرافيه شاوخوا ترا� �ل شوې، خو موجوده شتون به يې د نېستۍ جهنم ته وغورځول شي، دا ځکه چي د يوه افغان ملت او يو موټي افغانستان د م وجوده جغرافيې غليمان په ډېره څرګنده توګه پرته له کوم خنډ او خاره د افغانستان په غېږه کي د پرديو ستراتيژيو ته ساز و باز ورکوي. ستاسو ټولو ښاغلو د سر لوړي او بري په هي� �ه په ادب مينه او د� �نښت بېنوا فرهنګي ټولنه افغانستان 1386/7/8"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سيدجمال الدين افغان د ۱۱۰ تلين غونډه وشوه", "output": "د ختيځ نابغه علامه سيد جمال الدين افغان د ١١٠ تلين په مناسبت په خوست ولايت کې يو ورځنى سيمينار تر سره شو.دغه سمينار د خوست ولايت د خپلواكې فرهنګي ټولنې لخوا د دې ولايت د كنفرانسونو په تالار كې جوړشوى ؤ چې د خوست ملي جهادي اسلامي، ملي پيوستون ،ژورنالستانوشورګانومشرانو، د سمون انجمن، د مجاهدينو تحريك، د مېډيوټيك او نورو ټولنيزو او سياسي سازمانونو، اتحاديو، ټولنواو شوراګانومشرانو او استازوپكې ګډون كړى ؤ .دغه سمينار دوې برخې لرلې چې په لومړى برخه كې شعرونه او ويناوې واورول شوې او په دويمه برخه كې د سمينار د ګډونوالو لخوا ليكل شوې مقالې ولوستل شوې .ياده شوې غونډه د خوست ملي جهادي اسلامي شورا مشر مولوي سردار لخوا د عظيم الشان قران د څو مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه .ورپسې د خوست خپلواكې فرهنګي ټولنې مشر نصيراحمدروښان پرانيستونكي ويناوكړه او د علامه سيدجمال الدين د شخصيت، افكارو او كړو، وړو په اړه يې په زړه پورې څرګندونې وكړې .بيا مولوي سيدالله سعيد وينا وكړه نوموړي د دغسې سمينارونو جوړول يو لوى علمي كار وبالۀ او پخپل واريې د سيدجمال الدين افغان د علمي شخصيت په اړه ښايسته مالومات وړاندې كړل .ور پسې د سولې پيغام راډيو مشر زاهدشاه انګارخبرې وكړې اود علامه سيدجمال الدين په كارنامو يې رڼاوچوله .بيا د قومونوپيوستون شوراريس غازي نوازتڼي خبرې وكړې اود سمينار د جوړېدوستاينې ترڅنګ يې د موضوع په اړه په زړه پورې خبرې وكړې .ورپسې دخوست ملي جهادي اسلامي شورامشرمولوى سردارخبرې وكړې اوداسلام په رڼاكې يې دعلامه سيدجمال الدين دعلمي كارونوپه اړه په زړه پورې څرګندونې وكړې .دسميناردويمه برخه دعلامه سيدجمال الدين دشخصيت ،افكارو، كړو،وړواوعلمي كارونودڅرنګوالي په اړه د بېلا بېلو ليكوالانو شاعرانواوروڼ اندولخواليكل شوې مقالې وې .لومړى مقاله دسمون انجمن درهبري شوراغړي استادعبدالخالق سروري ولوستله چې دفغان سيدجمال الدين دكړو،وړوپه اړه پكې ښايسته توكي راټول شوي وو .ورپسې دازادۍ راډيوخبريال اميربهيردعلامه سيددعلمي شخصيت په اړه خپله ليكل شوې مقاله واوروله .بيادخوست راډيوامراودپه خوست كې دژورنالستانواتحاديې مشرمحمدغفورمهيدي خپله هراړخيره مقاله چې دعلامه سيدجمال الدين دشخصيت،علمي كړو،وړواوافكاروترڅنګ پكې دهغه ژوندليك هم ليكل شوى ؤدسمينارګډونوالوته واوروله .ورپسې دحقوقوپوهنځي استادزمردمنګل ،سفيرځدراڼ ،اوتواب غورځنګ پخپل وارسره خپلې ليكل شوې مقالې دسمينارګډونوالوته واورولې چې دعلامه سيدجمال الدين دعلمي شخصيت،ددۀ دافكارو،كړو ،وړواو كړوخدمتونوپه اړه پكې هراړخيزمالومات راغونډشوي وو .په وروستۍ برخه كې دكانديداكاډميسن علمي شخصيت ارواښادمحمدصديق روهي زوى ښاغلي ډاكټرخوشال ورهي د سمينار د غونډې ارزونه وكړه اودغونډې مثبت اومنفي ټكي يې په ګوته كړل .دسميناردغه غونډه دسهار په نهوبجوپيل اودماسپښين په يوه بجه دسفيرځدراڼ لخواددوعايې په وېيلوسره پاى ته ورسېده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بدخشان كې په سلګونو جرېبه كوكنار له منځه وړل شوي", "output": "د بدخشان پوليسود دغه و� �ايت په كشم او ارګو ولسواليو كې په څلور سوه اويا جرېبه ځمكه كې كرل شوي كوكنار له م نځه يوړل، د كشم ولسوالۍ پو ليس وايي چې دوى په دغه ولسوالۍ كې په درې سوه جرېبه ځمكه كې د كوكنارو كرل شوي فصلونه له منځه وړي چې په وينا يې دكوكنارو ددغه كښتونو په له منځه وړلو سره كشم ولسوالۍ له كوكنارو په مكمل ډول پاكه شوه. د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي چې دا وخت د دوى پوليس په دره يم، تيشكان، او ارګو ولسواليو كې د كوكنارو د فصلونو په له منځه وړلو بوخت دي، چې د نوموړي په وينا يواځې په ارګو ولسوالۍ كې يې يو سل اويا جرېبه ځمكه د كوكنارو له كر څخه پاكه كړې. نوموړى وايي چې دوى تراوسه د كوكنارو د فصلونو په له منځه وړلو كې د خلكو له خوا د هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي. خو د بدخشان يو شمېر بزګران چې پوليس يې د كوكنارو فصلونه له م نځه وړي وايي چې كه حكومت ورسره ددغه فصلونو د له منځه وړلو په بدل كې مرسته ونه كړي، نو دوى به د پخوا په پرتله نور هم زيات كوكنار وكري، ددغه بزګرانو په نظر تر اوسه حكومت د كوكنارو د بديل معيشت او بديل كښت خبره كوله چې د دوى په وينا د كوكنارو ځاى هېڅ بل فصل نه شي نيولى، د خاش ولسوالۍ دشهران د كلي يو تن اوسيدونكى محراب الدين وايي . ((زموږ د ژوندانه د پرمخ بيولو يوازينۍ لاره د كوكنارو كښت و، چې موږ يې له غوړو او لرګي څخه ګټه اخسته، له ايرو او غوړو څخه مو و� �ته په كليوالي توګه صابون جوړاوه او په خپله تارياك مو په خپل كلي كې د نورو سيمو په تجارانو په لوړه بيه خرڅ ول او د ژوندانه اړتياوې مو پرې پوره كولې چې بل يو فصل هم دكوكنارو ځاى نه شي نيولى)) محراب الدين وايي چې دولت د دوى كوكنار له منځه يوړل خو د دوى د ژوند د پرمخ بيولو هېڅ غم ورسره نه شته، هغه وايي چې كه دولت ورته د دوى د اقتصادي مشكلاتو د حل لپاره كومه بله لاره چاره ونه لټوي نو زياتوي چې دوى به راتلونكي كال ته له دې هم زيات كوكنار وك� �ي. (( محراب الدين وايي چې حكومتي چارواكو ته يې ويلي دا چې اوس د دوى فصلونه له منځه وړي، نو بايدپه خپلو وعدو وفا وكړي او د دوى سره مرسته وكړي، كه نه دوى به راتلونكي كال ته بيا كوكنار وكري)) خو د بدخشان حكومتي چارواكي وايي چې دوى د هېچا سره هم د كوم نامشروع كار د پرېښودلو په بدل كې مرسته نه كوي، او زياتوي چې كه له دې وروسته چا په خپلو ځمكو كې كوكنار وكرل، نو ددې ترڅنګ چې فصلونه به يې له منځه وړل كيږي، نوره جزا به هم وركول كيږي. د بدخشان دوالي وياند عبدالمعروف راسخ وايي چې دوى هڅه كوي چې په راروانو لسو ورځو كې بدخشان د كوكنارو له كر څخه پاك كړي. د يادونې وړ ده چې تېر كال بدخشان د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت لخوا د كوكنارو څخه پاك اعلان شوى و، چې له امله يې ددغه و� �ايت سره د يوميلون امريكايي ډالرو د مرستې اعلان كړى و، چې د ولايتې چارواكو په وينا دغه يوميلون ډالر به د بزګرانو د ملاتړ په خاطر په زراعتي برخه كې په بيا رغونه لګول كيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د تيلو بيه په نړيوالو بازارونو كې را ولويده", "output": "تيره شپه د لندن او امريكا په بازارونو كې د هر بيرل تيلو بيه له ۶۰ ډالره ۵۹ ډالره او ۷۰ سنټ ته را ښكته شوه . د تيلو په هر بيرل كې وروسته له هغه ۳۰ سنټه ټيټوالي راغى چې ، تيره ورځ د نړۍ د سترو صادرونكو نفتې هيوادونو يا ( اوپيك ) غړو د يوي غونډي په ترڅ كې اعلام وكړ چې په راتلونكې موسم كې به د هر بل كال په پرتله په نفتي برخو كې ډيره پانګونه وكړي. د اوپيك هيوادونو د تير كال په نوامبر مياشتي كې په ورځ كې ۱ اعشاريه دوه مليونه بيلره تيل د نړۍ نفتي بازارونو ته ليږل خو د صادراتو دا شميره د روان كال په فبروري مياشت كې ۱ اعشاريه ۷ مليونه بيلرو ته په ورځ كې ورسيده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسرائيلي پوځيانو ٤ فلسطينيان ووژل", "output": "اسرائيلي پوځيانو بيګا د اردن سين د لويديځې غاړې د طولکرم په شمال کې پر صيدا ښارګۍ په حملې سره د جهاد اسلامي غورځنګ ديوه فعال صديق عوده کور کلا بند او هغه يې له خپل يولس کلن ورور سره يې وواژه، بل راپور هم وايي چې اسرائيلي پوځيانو بيګا په غزې تړانګې کې دوه فلسطيني مبارزين ووژل کړل . العالم ټيليوژني چينل د فلسطينيو سرچينو له قوله راپور ورکړ له جينين ښار سره نزدې ړ يوه ګاډي په لور د اسرائيل عسکرو په ډزو کې د فلسطين د اسلامي جهاد د يوه غړي علا ابو سعيد په شمول درې فلسطينيان مړه کړل . د اسرائيلي عسکرو په پرونيو يرغلونو کې هم څلور فلسطينيان وژل شوي وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتو تياتر بې پلاره شو !", "output": "د غويي نهمه ١٣٨٤ لمريز په هالنډ کي دافغاني کلتوري ټولني د خواخوږۍ او تسليت پيغام په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولني هڅه کوله چي په نژدې ورځو کي د ارواښاد استاد فضلي په ياد فرهنګيان راټول کړي ، د هغه د اوږدې مودې د بې ساري خدمتونو درناوی وکړي او له لويه خدايه ورته اجرونه وغواړي . خو دادی د استاد فضلي د استاد او د پښتو تياتر او ډرام د پلار له مړيني خبر شوو ، د استاد جان محمد پلار له غمجنه مرګه . انالله وانااليه راجعون بې ځايه به نه وي که ووايو چي پښتو تياتر او ډرام يتيم شو ، بې پلاره شو ،او له دوو نامتو هنرمندانو بې برخي شو . موږ په داسي حال کي چي د استاد جان محمد پلار مړينه پښتو خواري سينما ، تياتر او ډرام ته دروند تاوان بولو له لويه خدايه د هيواد دغي درنې هنرمندي څېرې ته د هغه دکلونو کلونو دخدمتونو اجرونه غواړو . لوی خدای (ج ) دي ورته فردوس جنت په برخه کړي . موږ دهغه کورنۍ ، د افغاني تياتر او سينما ټولو کارکوونکو او فرهنګيانو سره ځانونه په دغه درانه غم کي شريک ګڼو او ټولو ته تسليت غواړو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګیله", "output": "نشته د خوښی خبری دلته کیپاتی د وروری خبری دلته کیهر سړی په خپلو خولو لوند وینمدی د بی کسی خبری دلته کیڅوک چه ښه روزګار یا ښه دولت لریکاندی د مستی خبری دلته کیبله دنیا بل غوندی قانون دی داچلی د رندی خبری دلته کیهیڅوک دلته هیچا سره مل ندیدی د مایوسی خبری دلته کیخپل درته پردی پردی کتل کویکم دی د خپلوی خبری دلته کیهغه چه اخلاص او صمیمیت به وهتللی پخوانی خبری دلته کیدرومه افغانی په خپله لیار پسینشته وطنی خبری دلته کی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په غلاتورن كسان په يونيفورم كې نيول شوي", "output": "دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ چارواکي وايې تېره شپه يې څلوروس� �وال كسان چې دملي پوليسويونيفورم يې اغوستى ؤدغلاپه تورنيولي . دامنيه قوماندانۍ دوياندسمونوال وزيربادشاه وويل چې يادشوي وسلوال كسان يې تيره شپه ١١بجې دښار ختيځ لورپه پنځه کيلومترۍ كې دلټكو په سيمه کې په داسې حال کې ونيول چې دسر ک پرسريې لاره نيولې وه . نوموړي وويل چې دوى ته دسيمې خلكوتليفوني خبروركړچې په سيمه كې يې دپوليسوپه يونيفورم كې وسلوال كسان دسرك پرسرولاړدي اوموټرشكوي . دوزيربادشاه په وينا نيول شوي كسان د سرحدي پو� �يسودقطعې اړوندپوليس دي چې څلورتنه يې نيول شوي اودوه نورپه تېښته بريالي شوي،دۀ زياته كړه چې ديادې شوې � �واقوماندان ومنله چې داكسان دسرحدي لواپوليس دي ددۀ دمالوماتوله مخې چې دلواقوماندان ويلي دي چې نيول شوي كسان ددوى له اجازې پرته دسرك غاړې ته وتلي نولدې زباتيږي چې خلك يې لوټل . هغه وويل چې نيول شوي شکمن كسان يې دتحقيقاتو لپاره دجنايې م ديريت ته سپارلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بگرام کي نیول شوي وگړي افغان پولیسو ته سپارل شوي", "output": "په بگرام کښي د دوشنبه په شپه نیول شوي افغان وگړي له امریکایي ځواکونو افغان پولیسو ته سپارل شوي دي خبری رسنۍ وایي د نیول شویو کسانو شمیر 8 ته رسیږي په بگرام کښي د دوشنبه په شپه نیول شوي افغان وگړي له امریکایي ځواکونو افغان پولیسو ته سپارل شوي دي خبری رسنۍ وایي د نیول شویو کسانو شمیر 8 ته رسیږي او د خلاصیدو غوښتنه یې پرون ورځ هغو په سلگونو تنو لاریون کونکو کوله چه د بگرام امریکایي اډې ته څیرمه یې په قهرجن لاریون لاس پورې کړی وو .له لاریون نه وروسته د امریکا د پوځ یو ویاند جري اوهارا ویلي وو له نیول شویو کسانو سره یې چاودیدونکي توکي چه د کوربمونو په جوړونه کښي ترې نه کار اخیستل کیږي هم نیول شوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دملي ترمينالوژۍ ساتنه دهرافغان ملي دنده ده", "output": "نن په خوست كې (دهېوادداساسي قانون پلي كول اودملي ترمينالوژي ساتنه دهرافغان ملي وجيبه ده ) پراجنډالويه غونډه ترسره شوه . پدې غونډه كې ددې ولايت دابي ټولنوغړيو،ليكوالانو،شاعرانو،دسياسي ،ټولنيزواومدني ټولنومشرانو،علماكرامو،روڼ اندواوعاموخلكوګډون كړى ؤ . دعظيم الشان قران دڅومباركواياتونوله ت� �اوت وروسته دټولنو،اتحاديواوبېلابېلوسازمانونومشرانوخبرې وكړې . دوى پخپلوويناووكې دافغانستان داط� �اعاتواوكلتور وزيرعبدالكريم (خُرم ) له كړنوڅخه ننګه وكړه چې پدې وروستيوكې يې دهېواددملي ترمينالوژۍ پروړاندې دناوړه چلندپه كولوسره څوكسه كسرمعاش كړي وو. په غونډه كې دهېواددملي ترمينالوژۍ دساتنې اودم� �يتونوژبوته ددرناوي په اړه اوږدې خبرې وشوې اودهغوناكړدوپه ترسره كولويې ژورخپګان څرګندكړچې له مخې يې دهېوادكلتورته تاوان رسيږي . همدارازپه ياده شوې غونډه كې هغه كړنې په كلكه سره وغندل شوې چې له امله يې دهېوادكلتوري ميراثونوته تاوان رسيږي . دغونډې په پاى كې په پنځومادوكې يوپرېكړه ليك هم صادرشوچې م نځپانګه يې لاندې لوستلى شى . ۱ : موږپه هېوادكې ملي يووالي ته اړتيالرواوهېچاته به ددې اجازه ورنكړوچې دپرديوخوشالولولپاره زموږملي يووالي اوشتمنيوته تاوان رسوي . ۲ : داطلاعاتوكلتور وزيردې بې له كوم دليله دولسي جرګې كلتوري چاروكميسيون ته نه ورغوښتل كيږي ۳ : موږداطلاعاتوكلتوزارت روانې كلتوري هڅې ستايواودملي ترمينالوژۍ دساتلواوپلي كولوپه برخه كې ددې وزارت څخه خپل غوڅ ملاتړاع� �انوو. ۴ : موږدسيمې له هېوادونوسره دكلتوري اړيكيوپلوي كوو،خودكلتوري يرغلونوپروړاندې يې هرډول م بارزې ته تياريو . ۵ : موږداطلاعاتواوكلتور وزارت څخه غوښتنه كووچې دايران دكلتوري يرغل دمخنيوي لپاره دې ممكنه ګامونه پورته كړي اوپدې اړه دې ولسي جرګې اودوزيرانوشورىٰ ته هم خب� �وركړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درمضان مبارک لړۍ(۱)برخه", "output": "درمضان مبارک لړۍ(۱)برخهعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته بسم الله الرحمن الرحیم نحمده ونصلی علی رسوله الکرم امابعد،زمامحترموم سلمانووروڼودرمضان دمقدسی میاستی درارسیدوپه وجه می درمضان لړۍ ستاسی ددینی منافعو په وجه پیل کړه هیله ده چی هره برخه یې په ډیر دقت سره ګورۍ اوفائده ورڅخه اخلی ان شاءالله ډیر بې مثاله معلوماتونه به ورڅخه تر� �اسه کوۍ اوس په دغه لومړۍ برخه کښ په دې اړه معلومات درکوم چی مسلمانان بایدپه څه ډول درمضان دمبارکی میاشتی استقبال وکړی،محترمومسلمانانو وروڼوهرمسلمان چی دغه یوڅواموردرمضان دمبارکی میاشتی درارسیدوپه خاطرعملی کړی نودغه مسلمان په ډیره نیکه توګه درمضان دمبارکی میاشتی استقبال وکړاوهرمسلمان ته پکار دۍ چي په همدغه ډول درمضان دمبارکی میاشتی استقبال بدرګه کړی،اول: هرمسلمان بایددرمضان مبارک تررارسید� �وله مخه لاداخلاص توبه وکاږی اوپه خپلوهغوتقصیراتوکښي چی دالله جل جلاله په بندګی کښي ورڅخه صادرسویوی تدبراوتأمل وکړی اوباندی پښيمانه سی اوله الله جل جلاله څخه مغفرت وغواړی اوداټینګ عزم اوقصدوکړی چی � �ینده به دغه تقصیرات نه تکراروم ترڅوچی له رمضان مبارک سره په داسی حال کښي مصادف سی چی له ګناووڅخه پاک سویوی ځکه تائب له ګناه څخه دهغه چاپه ډول دۍ چی بیخی يې هیڅ ګناه نه وکړی لکه چی داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی،التَّائِب من الذنب ِکَمن لاذنبَ لَه،دوهم: هرمسلمان بایددرمضان مبارک ترراتلوله مخه لاوخپلوعادی حالاتوته تغیرورکړی اوپه تلاوت اوپه ذکراواستغفاراوداسی نورووتعبدی کاروزورو� �ګوی ددې لپاره چی درمضان مبارک له رارسیدوسره سم له عباداتو،قرباتواوطاعاتوسره یې عادت نیولۍوی،دریم: درمضان مبارک درارسیدوله مخه لابایدحتی الامکان تقسیم الاوقات وکړی چی په دې وخت کښي به طاعت کوم اوپه فلان وخت کښي به ذکرتسبیحات وغیره کوم اوپه فلان وخت کښي به خپلی دنیوی عادی چاری ترسره کوم اوپه فلان وخت کښی به استراحت کوم وهکذا،څلورم: هرمسلمان بایددرمضان دمبارکی میاشتی وراتګ ته داسی شوق،مینه اوخوشحالی اوتنده ښکاره کړی لکه یوډیرسخت تږۍ یاسخت وږۍ انسان چی يې واُوبواویاډوډۍ ته ښکاره کوی،پنځم: هرمسلمان نراوښځه درم ضان تررارسیدو ړومبَی لاوالله پاک ته ددې سوالونه احتیاجونه اودعاګانی دزړه په حضوراوپه ډیره عاجزی سره کوی چی الله جل جلاله یې درمضان دمبارکی میاشتی له برکاتواوفيوضاتوڅخه محروم نکړی اودطاعت اوعبادت توفیق ورکړی اوپه دغه میاشت کښی یې الله جل جلاله له تقصیراتواوغیرشرعی حرکاتوڅخه وساتی اودصحیح اوسالمی � �وژې نیولوتوان ورکړی دغه پنځه امور چی مسلمان له مخه ترراسیدودرمضان په عمل کښي راولی نوبیشکه ده په اعلی درجه سره درمضان مبارک استقبال بدرګه کړوالسلام ومن الله التوفیق ،"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "٤ تنه تښتول شوي افغانان خوشي شوي دي.", "output": "د جرمنى هېواد د ايکو لوګ شرکت له ٨ تنو تښتول شويو کارکونکو څخه ٤ تنه يې چې افغانان دي خوشي شوي دي . د ٤ تنو البانيانانو برخه ليک لا نه دى روښانه . د طالب اورپکو يو وياند ويلي وو چې ددغو کسانو برخه ليک به ددوى مشر ټاکي .د قندهار والى اسدالله خالد وايي چې دپيداکولو هڅې پيل شوي دي.د غه کسان د شنبې په ورځ د هلمند دګرشک په سيمه کې لادرکه شوي وو . خوشي شويو کسانو ويلي چې تښتونکو دپوليسو جامې په ځانو کې درلودې او په وسلو سمبال وو. د يکشنبې په ورځ ناوخته طالب اورپکو د څلورو تنو بهرنيانو دوژلو ګواښ کړى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوباما د افغانستان پر مسايلو وږغېد", "output": "د سپيني ماڼۍ په يوه مطبوعاتي اعلاميه کي راغلي دي، چي تېره جمعه د امريکا جمهور رئېس بارک اوباما د ټېلفون له لاري د کاناډا له صدراعظم سټيفن هارپر او د بريتانيې له صدراعظم ګورډن براون سره د افغانستان پر مسايلو خبري وکړې. بارک اوباما له سټيفن هارپه خپلو ټيلفوني خبرو کي پر هغو چ� �ېنجونو وږغېدى، چي دوى په افغانستان کي ورسره مخامخ دي او کومي ستونزي چي په افغانستان کي موجودي دي، د هغوى د اوليتونو د ټاکلو موضوع يې ډېره مهمه وگڼله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار لومړنۍ دشطرنج انتخاباتي تورنمنټ پیل شو", "output": "نن دشنبې په ورځ د کندهار ښار په کندهار کاپي شاپ کي په لومړي ځل د شطرنج انتخاباتي ټورنمنټ د(فکري جنګ دبکس یامرمۍ تر جنګ افضل دئ )تر نامه لاندي په داسي حال کي پیل شو چيد لوبغاړو تد څنګ ئې په پیلیزه کي د کندهار د سپورټ امر ، دهمدې ولایت دشطرنج د فدارسون مشر ،دولایتي شورا غړو ، تاجرانو او یو شمیر ژورنالیستانو پکښي برخه اخیستې وه . دغه تورنمنټ چي لس ورځي به دوام کوي نن د کندهار د ورزشي امر احمدالله ګلالي،ملي سوداګر حاجي تورجان او دشطرنج د فدراسیون دمشر ښاغلي زلمي لخوا دپټۍ په پرۍ کولو پیل شو چي په پیلیزه کي د ورزشي امریت امر ښاغلي احمدالله ګلالي لخوا په کندهار کي په لومړي ځل ددغسي یو تورنمنټ جوړول وستایه او دا کار ئې په کندهار کي د ځوانو استعدادونو په روزنه کي یو بریالئ ګام وباله چي په ترڅ کي به ئې د کندهار څخه د شطرنج د ملي ټیم لپاره ګټونکې ډله کابل ته د سیالیو لپاره چمتو شي . دغه تورنمنټ چي د ارکوزیا افغان اعلاناتو شرکت په نوښت او دکندهار کاپي شاپ ، عزیزي بانک ، انصاف الیکټرونک او تواضع شرکتونو په مالي کومک په لاره اچول شوی و ټول ټال ۳۰ تنه د شطرنج لوبغاړي به پکښي برخه اخلي او په دریو ګروپونو کي به لومړی ۹ بیا ۸ او وروسته ۶ لوبي کوي . پاته دي نه وي چي د ارکوزیاافغان اعلاناتو شرکت په تیرو پنځو کالو کي د کندهار دځوانانولپاره په ورزشي برخه کي دپام وړ هلي ځلي کړي دي او تیر کال هم په کندهار کاپي شاپ کي دسنوکر انتخاباتي تورنمنټ د همدې شرکت لخوا په لاره اچول شوی و . چي په پراخه کچه د کندهار ټولو سنوکر کلبونو پکښي برخه اخسیتې وه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل پوهنتون کې د سیدجمال الدین افغان د مقبرې د بیارغاونې کار پیل شو", "output": "میرويس جلالزی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د کابل پوهنتون په انګړ کې د اسیا د نابغه سید جمال الدین افغان د مقبرې او څلې د بیاجوړولو او ترمیم چارې پيل شوې. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابداتو د ساتلو د مدیریت یوه چارواکي په کابل کې د بینوا ویب پاڼي خبریال ته وویل چې دغه څلۍ د څه باندې دوه ملیونه افغانیو په لګښت د یوه خصوصي شرکت له خوا رغول کیږي. په تورو ډبرو جوړ شوی د سید جمال الدین افغان څلی او مقبره د کورنیو جګړو پر مهال سخته زیانمنه شوي وه او په دې ورستیو کې یې د بیاجوړلو چارې د یو لړ وطنپالو شخصیتونو د غوښتنې سره سم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا پيل شوې. دغه څلی د کابل پوهنتون په زړه کې موقیعت لري چې په ښایسته توګه به جوړیږي او ګرد چاپیر سیمه به یې د غره په ډبرو ډیکوریشن کیږي. ټاکل شوي چې د دغه څلي تر څنګ هغه حوض او د اوبو فواره هم ورغول شی چې د تنظیمي جګړو له امله په کنډوالې بدل شوی وو. د بینوا ویب پاڼي څو څو ځله د دغې څلې د بد وضیعت په اړه رپوټونه خپاره کړي ول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دولت ، جګړه ماران اومرموزې سياسي وژنې", "output": "هيله داوه چې دطالب دله منځه تللو سره به دبهرنيو ځواکونو په راتګ افغانستان دټيکاو له پلو ه دنړۍ دامنيتي هيوادونو په سرکې ځاى ونيسي ، اوفکر کيده چې نوربه کابل يوويجاړ شوى ښار نه بلکې يووار بيا دښارونوپه ناوې بدل شي اوددې ملک دهروګړي دسولې ارمان به په نيکوپايلو سره دبهرنيانو اونړيوالې ټولنې له لوري مکافات شي، نور هسې هم دافغانستان خلک له جګړو اوزور زياتيو نه تر دوو سوږمو راغلي وو . دکرزي دادارې له پيله دادي کلونه وشول اونيږدې ده چې په راتلونکي کال کې دده دولسمش� �ۍ لومړى پړاو پاى ومومي ،خو افغان هيوادوال لاهم دبدمرغيو ،جګړو ، قاچاقونو ، پټ وژنو اونورو لاانساني پيښو په يرغل کې ساه ورکوي .دموضوع ارې موخې ته راځم اودهيواد په شمال کې دخونړۍ پيښې په ارو اړخونو غواړم يو څه تفصيل وليکم .مرګ له سره يوه مکروه کليمه ده چې په ټوليزه توګه ورنه هر انسان بده مني خوله بده مر غه د� �سيزو ناخوالو او جګړو له امله افغانان لدې لوبې سره دومر ه روږدي شوى چې دانسان مړينه اوله مينځه تلل و� �ته دچرګ دمرګ په څير هم نه ښکاري ، وينو چې دهيواد په سويلي ولايتونو کې هره ورځ يا د طالبانو اويا دبهرنيو ځواکونو دبمبارې له امله په سلګونو بې ګناه ماشومان اوميندې ساه ورکوي ،څوورځې وړاندې دې ناوړه پيښو دهيواد شم ال سيمو ته هم مخه کړيده چې زړه بوږنوونکى تصوير يې دبغلان دسلګونو بې ګناه ماشومانو اومحصلينودشهادت پيښه ده . په پيښه کې ديادونې ورټکي دادي چې دهيواد دمقننه قوې (پارلمان ) شپږ تنه غړي چې يو پکې دولسي جرګې دا� �تصاد کميسيون مشر ښاغلى مصطفي کاظمي دى ، هم له منځه تللي دي افغانان نه يوازې چې د کاظمې اونورو وکيلانو مړينه دهيواد يوه بشري ضايعه بولي بلکې له دې ډله ييزه وژنې ترڅنګ نورې ګڼې پوښتنې هم راولاړيږي چې ملت هغوى ته ځواب هم غواړي . لومړى ښايي داډيره اړينه وي چې هروخت ولې په افغانستان کې دلوړپوړيو مقاماتو وژنه صورت نيسي او وروسته يې خبره اوثبوت ترى تم شي، څوک يې نه جنايي اړخ پلټي اونه سياسي ، اوطبعي ده چې د دارنګه کسانو م ړينه به له جنايي اړخونو نه سياسي اړخونه ډير ولري اوداهم طبعي ده چې ددارنګه مقاماتو سره مرګ هره شيبه تړلى وي .ښاغلى مصطفى کاظمي ددې ترڅنګ چې دولسي جرګې يوغړۍ وو ، دهيواد يوه پيژندل شوې سياسي څيره هم ګڼل کيده اودد ې ترڅنګ يې دسياسي فعاليت لپاره دملي اقتدار په نوم يو ګوند هم درلود او دحزب له درلودلوسره يې دملي ټ� �والې چې موده وړاندې دبرهان الدين رباني په مشرۍ تاسيس شوه ، غړيتوب اووياندويي هم په غاړه درلوده . د هيواد سياسي وژونکي بهيرته يوه کتنه :ډير به وړاندې نه ځواود کرزي له دورې نه به دې � �ول پيښوته يوه لنډه کتنه وکړو، ځکه دټولو رانقلول خو يوه تاريخي پرپړه ده، اوبل طبعي ده چې په هر نطام کې په � �وړه اوټيټه کچه داډول پيښې رامنځته کيږي خو افغانستان يې بيخي کوراوکوربه ګرځيدلى ده . دکرزي له راتګ سره سم څه موده وروسته دافغان دولت دوه جګ پوړي وزيران په مرموزه توګه دهيواد په مرکز کې دنامالومو کسانو له لوري ووژل شول چې دوسيې يې تراوسه دملت په وړاندې لاځوابه پاته دي، چې يودهيواد دحج اواوقافو وزير ښاغلى عبدالرحمن اوبل هم دټول ګټو وزير اود کرزي سلاکار ښاغلى حاجي عبدالقدير چې ترده وړاند ې يې يوبل ورور د عبدالحق په نوم هم دطالبانو له لوري اعدام شوى وو .که ددوى دواړو د مرګ په سياسي اړخونو خبرې کوو ،فکر کوم موضوع به مولادرکه کړې وي، خوپه هغه وخت کې چې جګړه ماران په ډير ځواک اوتوان کې وونوله جګړه مارانوسره ددغه دواړو سياسي سټو مخا� �فت ځينې پوښتنې راولاړې کړې .زموږ هيواد داسې هم نده چې يوه بدمرغي ولري بلکې د ډيرو جګپوړو مقاماتو وژنه دطا� �بانو له لوري هم ترسره شويده خو وروسته يې طالبانو دپيښې مسووليت په غاړه اخيستى ده، چې ښه بيلګه يې دپار� �مان يوبل غړى چې څه موده وړاند ې ووژل شو اووروسته يې پړه طالبانو په غاړه واخيسته، ځکه دوى دا ادعاکوله چې دې وکيل ددوى د حکومت په دوره کې هم دولايت دنده پرمخ بووله اوګواكې نه ښايي چې زموږ کسان له دغه امريکايي پ� �وه حکومت سره ملګري وکړي اوکه يې کوي نو پايله به يې داسې وي .دجکړې دستورداده چې دواړه ښکيل غاړې هڅه کوي ترڅ و يو بل ته مرګ ژوبله اونورمالي اوهراړخيز زيانونه ورواړوي او وروسته يې پړه هم په غاړه واخلي ترڅو مقابل لو� �ى وپوهيږي چي زه دومره توان اوځواک لرم اوددواړو لوريو مخالفت هم ددې لامل ده چې بايد يو اوبل ته درنې مرګ ژوبلې ورواړوي، وخت ته په کتو سره وينو چې داوسني افغان حکومت کلک مخالفان طالبان دي اوطبعي ده چې که دوى کوم زيان يامرګ ژوبله افغان دولت ته وراړوي، نومسووليت يې هم په غاړه واخلي،لکه دتيرو پيښويې چې اخيستې هم وو .دبغلان دزړه بوږنوونکې پيښې په اړه خو دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له څوټلويزيونونو سره دټليفوني اړيکې له لارې داپيښه رد اووغندله اودپيښې قربانيان يې شهيدا ن وبلل . نود دارنګه مرموزو مرګونو رامنځته کيدل ډيرى وخت م لت اواكثره خلك جګړه مارانو ته ګوته نيسي، ځکه له يوې خوا ورنه وسلې په بشپړه توګه ندې راټولې شوې اوله بلې خو ا دوى دقدرت دهوس اوامتيازاتو دپوره کولو لپاره لدې لارې بله لاره نلري . شرايط هم داغوښتنه کوي ځکه په � �ڼاورځ دکابل ياپلازمينې په زړه اودهوايي ډګر په ړڼه ميدان ددوه وزيرانو وژل خو ددولت دننه له پوره ځواک پرته شوني ندي .دبینوا څه کاپي شوه دې پورتنۍ بغلانۍ پيښې په اړه اوس ګڼې ګنګوسې دي چې په لوم ړيوکې خو ټولو مطبوعاتو خپره کړه چې پيښه دځانمرګي بريد له امله رامنځنته شويده خووروسته چې کله دښاغلي کاظمي جسد عدلي طب ته وليږدول شو نوهغه اوځينو عيني شاهدانو چې يو له دې ډلې نه په خپله دکاظمي وراره هم وو، وويل چې په کاظمي ډزې شوې دي اوپه بدن يې دمرميو نښې اونښانې ښکاري ،نو دطالبانو دوياند له لور ي دپيښې پړه په غاړه نه اخيستل اودښاغلي کاظمي په بدن دګوليو ټپونه ښکاريدل،كيدلاى شي چې ووايو ، داپيښه هم دهماغه قدي� �خان اوعبدالرحمن دپيښوغوند ې سياسي ګوذار دى خوداچې ولې اولامل يې څه وو هغه به هماغه قاتلانو ته مالوم وي اوموږ پدې اړه کوم خبر ياځانګړي مالومات نلرو، خولدينه وړاندې د رامنځته شويو ورته پيښو لامل خلکو سياسي په ګوته کوى دى .دکاظمي دمرګ پيښه چې کوم خلک همدغه جګړه مارانو ته منسوبوي ، نودمړينې لامل يوسياسي علت په ګوته کوي ،چې ستونزه ټوله دملي ټلوالې له راجوړيدو راپديخوا رامنځته شويده ، هغوى ديته ګوته نيسي چې لومړى خود اټول مني چې دملي ټلوالې جوړيدل دروس اود هغه دپلويانو په ګټه وو اودي، نوددې لامل ډير داګڼل کيږي چې کاظمي يوژبور نطاق اوخوله ور کس وو چې ده کولاى شواى په ډيره اسانه توګه سره هر سياسي ميدان وګټي اوخپلورقيبانوته كلكه سياسي ماته وركړي، نوښايي قاتلانو له دې ويره درلوده چې نور راتلونکى سياسي رقيب ونلري اوپه همدې وا� �سره داکړنه ترسره کړ ي چې نور ورته سياسي ډګر له هرې ستونزې پرته په اسانه ترلاسه کړي .خوفكرنه كوم چې داخوب دې رښتياشي ځكه نړۍ مخ په كش روانه ده نودوه به له منځه يوسي ،درې به له منځه يوسي اخرټول ملت خونشي وژلى اوهيله ده چې په دارنګه منفوروكړنوسره به دملت په ذهنونوكې ددوى دامنحوسې څېرې نورې هم په وركيدوشي اودخپلې م نفورې مفكورې پلويان به نشي موندلى .خوکه بالفرض داپيښه په طالبانو وروتپو نولومړۍ بايد داپوښتنه ځواب شي چې طالبان ترکاظمي وړاندې نور لوړلوړ هدفونه لري اوهڅه کوي هماغه ار هدفونه ترلاسه کړي اوطالبانو ته لکه چې هم اغه ددوى لوى لوى رقيبان زيانونه رسولاى شي، کاظمي نه شواى رسولاى، ځکه دطالبانو اوسنې دريځ اوبهير يو جګړه ييز موقف ده او دکاظمي موقف يو سياسي موقف وو ، نو ويلاى شو چې طالبا ن چې يوجګړه ييز موقف لري هيڅ کله نه غواړي چې لومړى خپل سياسي اوټيټ رتبه مخالفان له منځه يوسي ځکه پداسې حالت کې دجنګي رقيب له منځه وړل دلومړيتوب حق ل� �ي حتى ويلاى شو چې کاظمي په اوس وخت کې دموقف له پلوه ښايي بيخي دطالبانو د مخالفانو په ليکه کې نوو،خوکه مې م بالغه نوي کړې،اود طالبانو جګړه ييز مخالفان خو ټوله نړۍ پيژني چې له بوش نه رانيولې اود افغانستان دملي اوردو اونورو نظامي ځواکونو ترهر وګړي پورې يې، پدې نوم کې رانيولې چې دوى افغانستان اشغال کړى اودافغانستان له خاوري سره يې بشپړ خيانت اوجنايت رامنځته كړى دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سپیرو سیاست والو د رنګینو انځورونو د یوې شپې باران", "output": "ميرويس جلالزی د افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شورګانو د ټاکنیزو کمپاینونو له پیلیدو څو ساعته دمخه په نا� �انونه توګه تیره نیمه شپه د ولسمشرۍ او ولایتي شورګانو د کاندیدانو په سلګونو پلویان لارو کوڅو ته را توی � �ول او د یوه منظم پلان له مخې یې د خپلو پلویانو انځورونه په لارو کوڅو کې په ولاړو دیوالونو، د بریښنا په � �کڼو او ولاړو شنو ونو سریښ کړل.د انځور پاشلو په دغه سیالۍ کې د اشرف غني احمدزي پلویان ډیر ښه وځلید� �.نوموړو د کابل په بیلا بیلو سیمو کې په دې سربیره چې د ښاغلي غني انځورونه یې سریښول هغه کسان هم په زور د اشرف غني د یوه یوه انځور اخیستلو ته مجبورول چې په لارو کوڅو کې یې تګ را تګ کاوه.د حامد کرزي پ� �ویانو هم د کرزي یو شمیر پوسترونه چې په لاندنۍ برخه کې یې د سولې د راوستلو شعارونه ورکړل شوي وو د ښار په بیلا بیلو څلور لارو او د عمده واټونو تر څنګ نصب کړل.حامد کرزي په دغو انځورونو کې د تل په شان د قرقل د څاروي له پوټوکي جوړه خولۍ پر سر وه او په افغاني چپنه کې نغښتی ښکاریدهکه څه هم یوې تحقیقي موسسې په خپله تازه څیړنه کې دا موندلي چې د کرزي محبوبیت د افغانانو په مینځ کې یوازي ۳۱ سلنه ته را ټیټ شوی خو د کرزي پلویان لا له اوسه د خپل مشر د بیا بریالي توب لپاره د جشنونو د جوړولو تابیا نیسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طالبانو نوى خبردارى .", "output": "په خبري رسنيو کې د طالبانو د وياند عبدالحي مطمين له خولې د هغو بهرنيو هېوادونو څخه چې افغانستان ته يې ځواکونه نه دي استولي غوښتنه شوې ده چې د افغانستان په اسمان کې د خپلو الوتکو له الوتنو څخه ډډه وکړي . د ده پر وينا طالبان په هوايي کرښو کې ځواکمن شوي دې او ددوى له پاره ګرانه ده چې د دښمن او دهغوو هېوادونو دالوتکو ترمينځ چې په جګړه کې ګډون نه لري د افغانستان په هواکې توپير وکړي . د ده پر وينا داشتباه په صورت کې دوى مسوليت نه لري . تيره اونې د طالبانو يو بل قوماندان خبري رسنيو ته ويلي وو ، چې درې سوه کسانو تياری ښودلی دى ، چې په افغانستان کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي . ده ويلي و د داډول کسانو لست نيول روان دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ختیځي سیمې د لیکوالانو د خواشینۍ پیغام", "output": "د خواشينۍ پيغام په ډېرې خوا� �ينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د نوماند ليکوال او ژورنالېست عابدجان رځړوال د زړه د ودرېدو له امله په حق � �سېدلى،موږ ددغه ليکوال او ژورنالېست مړينه پښتو ادب او ژورناليزم ته يوه لويه ضايع بولو. ارواښادته دلوې څښتن له دربار نه دفردوس جنت غوښتنه کوو او کورنۍ،فرهنګيانو او ټولو دوستانو ته د ډاډګېرنې پيغام وړاندې کوو او په دغه لوى غم کې ورسره ځان شريک بولو. د ختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې مشر تابه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزی: د ګوانتانامو بند تړل به زمونږ روانه جګړه نوره هم پیاوړي کړي", "output": "جلالزی افغان ولسمشر حامد کرزي په یوه بیان کې د امریکې د نوي ولسمشر بارک اوبهاما هغه اقدام ستایلی چې وایې د ګوانتانامو بدنامه زندان به د یوه کال په دننه کې وتړي. ولسمشر کرزي ویلي چې که چیرته دغه کار وشي نو ټول بندیان به په خپلو ملکونو کې محاکمه شي او د ترهګرۍ ضد جګړې په برخې کې به نړیوالي ژمني لا هم غښتلي شي. په دغه بند کې شاوخوا ۲۴۵ تنه د ترهګرو سره د تړاو په تور بندیان دي چې یو شمیر پکې افغانان دوي. له دغه بند څخه د م� �ا عبدالسلام ضعیف په ګډون یو شمیر پخواني طالب چارواکي په خپل وار سره آزاد شوي هم دي. د ګوانتانامو زندان که څه هم د امریکایانو دی خو هلته ځکه امریکایي قوانین نه شي پلي کیدای چې د امریکې له خاوري دباندي جوړ شوی دی. د امریکې د قوانینو له مخې په زندانونو کې د زیاتي مودي لپاره د بي برخلیکو بندیانو ساتل او د هغوي کړول منع دي خو د ګوانتانامو په زندان کې هر څه بل ډول روان دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زه غل نه يم", "output": "د پوليسو مشر د خپلو ملګرو پوليسانو تر نيم ساعت پلټنو وروسته د كور خاوند ته چې هغه ته نږدې ولاړ و، وويل:\\ ستاسو غل، د خپل كور سړى دى.\\ د اجمل پلار په ډېره وارخطايي وويل: څه وايې امر صاحب! زموږ د خپل كور، هغه څنګه، څوك دى؟\\ د پوليسو مشر خپل يو تن پوليس ته غږ وكړ:\\ مي� �داده! د جنايي او كريمنالستيك كسانو ته غږ وكړه، چې له خپلو ټولو مشاهدو سره دلته راشي\\ شېبه و� �وسته، د جنايي او كريمنالستيك مسوولين هغې كوټې ته، چې د پوليسو مشر ناست وو راننوتل. د كريمنالستيك مسوول د كور خاوند ته په ځير ځير وكتل او هغه يوه جوړه بوټان، چې يې په لاس كې وو، ده ته وروښودې او ويې ويل:\\ كاكا! دا د چا بوټان دي؟\\ هغه بې واره او په لړزنده غږ ځواب وركړ:\\ دا... دا زما..زما د زوى...د اجم .. اجمل دي\\ _ هغه چېرې؟ _ دا اوس همدلته و. ولاړ، چې تاسو ته د چايو بند و بست وكړي. _ ته خو هغه ته غږ وكړه. د پلار له غږ سره اجمل په منډه منډه راغى. كله، چې كوټې ته ننوت، د كريمالستيك مسوول هغه بوټان وروښودل:\\ دا ستا دي؟\\ _ هو! نوي مې اخيستي، مطلب؟ _ هيڅ، هغه هوښيار بې عقله، چې يې بولي هغه تا غوندې وي. په مطلب پوه � �وې؟ اجمل غوښتل څه ووايي، خو همدا، چې پر خپل پلار يې سترګې ولګېدې. خبرې يې په خوله كې وچې شوې. پلار يې بې هوښه پر دېوال تكيه و. منډه يې كړه، هغه يې غېږ كې ونيو. څو شېبې وروسته، چې هغه په هوښ راغى، اجمل ته يې په كتو كتو كې وويل:\\ زويه، زويه...\\ او نور يې ستونى وچ شو. پوليسو اجمل له ځان سره ماموريت ته بوته. په سبا د اجمل پ� �ار، مور او د هغه اوښي درې واړه ماموريت ته ورغلل. د پوليسو مشر د هغوى په ليدو وويل:\\ هڅه مو ډېره وكړه، دى م ني چې غلا يې كړېده، خو نه وايي چې څه يې غلا كړي او چېرته يې خوندي كړي دي، ډېر نابلده هوښيار دى، هم يې غلا كړې او هم يې موږ ته خبر راوړ\\ هغوى د پوليسو له مشر نه وغوښتل، چې له اجمل سره د ليدو اجازه وركړي. كله چې د اجمل سترګې پر خپل پلار، مور او اوښي ولګېدې ژړا ونيو او له هغوى يې مخ واړاوه. مور چې يې د هغه پر تن تغمې ولېدې، په كړيكو سر شوه. څو شېبې وروسته، چې اجمل شاته سترګې واړولې، هلته هيڅوك هم نه وو. پوليسو دوه درې شپې نورې هم خوارۍ وكړې، خو له اجمل نه يې له لومړنيو خبرو نورې زياتې خبرې وا نه خستلى شوې. په څلورمه شپه پوليسو اجمل دومره په زوره زوره وواهه، چې له هوښه ووت. ملا بانګ ته نږدې هغه په هوښ راغى. له خپله ځايه نيم خېزه شو. په سوچونو كې � �وب شو، ژړا ونيو او له ځانه سره يې وويل:\\ هغوى كه خبر شوي وي، له واده به انكار كوي. زه به خپله مينه له لاسه وركړم... نن بايد زه هغوى كره تللى او خرڅ مې وړى واى... اخر دومره مهم خو نه و، چې غټه خرڅه مو كړې واى. زه به خپله مينه له لاسه...\\ په همدې سوچونو كې خوب پرې غلبه وكړه:\\ شهلا جانې! ته دلته څه كوې، ته ولې دلته راغلې، ته چا خبر كړې، ولې له ما سره يې دا ظلم وكړ، دا چا دا ظلم وكړ، تا ته چا وويل... هر چا چې وويل، خو ويې ويل. زه زړه سوي ته دې نه يمه راغلې، فقط دې ته راغلمه، چې درته ووايمه زما او ستا په منځ كې نور څه نشته. زه نه غواړم، چې يو غل دې زما خاوند وي... شهلا،شهلا جانې! صبر وكړه چېرې ځې؟ ... صبر وكړه... صبر... ګوره... ګوره... د خداى په خاطر بد ګوم ان مه كوه... مه ځه... مه... م...ځ ...ځه... ما غلا نه ده كړې زه .. زه غل... زه غل نه يم... زه غل نه يم...زه...\\ د هغه له كړيكې سره د پوليسو مشر او د جنايي مسوول سر ته يې ودرېدل. د جنايي مسوول هغه ته ديكه وركړه. هغه په ترهه نېغ پر خپل ځاى كېناست او بې واره يې وويل:\\ شهلا، شهلا جانې! باور وكړه ما غلا نه ده كړې. زه غل نه يم. خو دا هم نه شم وي� �ى...!!!؟\\ يو تن پوليس د هغه پر سر اوبه وشيندلې او بيا يې هغه د پوليسو د مشر دفتر ته وروست. د پوليسو مشر په زوره پرې ډوډۍ وخوړه. كله چې لږ ارامه شو او مخكې تر دې چې د پوليسو مشر ترې څه وپوښتې ده وويل:\\ صاحب! زه غل... هيڅ هم نه صاحب...ما د خپل اوښي...\\ د دروازې كړپ شو، د هغه پلار او اوښى دفتر ته راننوتل. د هغه اوښي وويل:\\ امر صاحب! كه زحمت نه شي بهر درته يو څه ويل غواړم\\ د پوليسو مشر د اجمل له پلار او اوښي سره له دفتر نه ووت. ډېره شېبه وروسته، چې ټول بېرته دفتر ته راننوتل. د پوليسو مشر موسكى شو او اجمل ته يې وويل:\\ خير هغه څه چې تا نه ويل، دوى وويل، پاڅه موږ ته مافي كوه، موږ هم مجبوره وو، مسووليت مو درلود\\ بيايې يوه پاڼه � �اواخيسته، څه يې پرې وليكل، پر هغه يې د اجمل د اوښي امضا واخيسته او ويې ويل:\\ په مخه مو ښه، واده كې به مو نه هېروئ، ښه مو كړې، چې د ده چنغله مو نه ده خبره كړې.\\ د پوليسو له ماموريت نه د وتلو پر مهال د اجمل پلار اجمل په غېږ كې ونيو او په ژړا ژړا يې وويل:\\ زويه! ومې بښه، ولې دې زما د عمل جزا قبوله كړه\\"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ته چي د لېمو په ژبه نه وې پوه", "output": "اه چه مو د ميني ...... اه چه مو د ميني خمكه شا ره شوه وچه مو په خو له كي د ژوند لا ره شوه ورو ورو مي لا سونه کښته پر يو تل وركه را نه سپينه نرۍ غا ړه شوه ته چي د لېمو په ژبه نه وې پوه مينه مي شعرونو كي نن ژبا ړه شوه هو مره مو د تيږو با را ن و ليد و نن چي مو پخه د صبر دا ره شوه پو ه نه يې اشنا چه ستا په يو نظر زما د ژو ند ا نه خو نه ويجاړه شوه کندز ١٣٨٣ لمريز"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وردگوالو د ملي آرمان ورځپاڼي محاکمه وغوښته(ابراهيمي)", "output": "دوردګو مشرانو دکابل شاهان په هوټل کې کې نن دتلې په ٢٨مه خبرې غونډه جوړه کړې وه چې ديوپريکړه ليک په خپرولو سره يې له دولت غوښتنه وکړه چې ددغه ورځپانې مسول مدير ترعدلي اوقضايي تعقيب لاندې راولي دپريکړه ليک پشپړ متن . د كايناتو د هستوونكي څښتن په سپېڅلي نامه د وردګو د غيرتي ولس په استازيتوب د قوم د مشرانو علماواو روښانفكرانو اعلاميه لوى او متعال خداى په خپل سپېڅلي كلام كې فرمايي: ژباړه ((تاسو مې قبيلې قبيلې ګرځولي ياست تر څو سره وپېژنئ، په تاسو كې غوره هغه څوك دى چې پرهېزګار وي)) زموږ ګران هېواد افغانستان د ستر پالونكي رب د همدې ارشاد په مصداق د بېلابېلو وروڼو قومونو شريك كور دى چې په دې كې د پښتني ټبر اړوند يو قوم وردګ دي، د وردګو غيرتي قوم د تاريخ په اوږدو كې د ګران هېواد د خپلواكۍ په ساتنه، دفاع، سمسورتيا او آبادۍ كې ډېره روښانه ونډه د� �لودلې ده، غازي محمد جان خان او د جهاد ستر مفتي مولوي عبدالغفور آخوند زاده او نور نوميالي غازيان يې چې ټول هېواد پرې وياړي ښې نمونې دي. تر ټولو روښانه مثال يې د پخواني شوروي د لاسپوڅي رژيم د توطيو شنډول وو چې د وخت حكومت د وردګو قوم ته د هزاره وروڼو پر خلاف د جګړې لپاره په زرګونو ميله وسله وركړه خو د وردګو ميړني ولس هم د خپل هېواد په اړه خپل تاريخي رسالت ادا كړ، د ملي وحدت او ورورولۍ د ساتنې يو تاريخي مثال يې وړاندې كړ او د ورور هزاره قوم پر خلاف د جګړې پر ځاى يې د هېواد د ملي او ديني نواميسو د دفاع مورچل ونيو، په واقعي معنا د وردګو د غيرتي ولس همدغه پاڅون د افغان ولس د جهاد او برحقې مبارزې لپاره يو نوى پړاو ثابت شو. دغه ولس وياړي چې د برميال جهاد په بهير كې په وردګو كې نه د نور هېواد مجاهدينو ته كمين ونيول شو او نه هغوى ته كوم حق العبور جوړ شو، بلكې د جهاد په دوران كې چې پېښور ته د ټول هېواد د مجاهدينو لار په وردګو كې جوړه وه په افغاني او اسلامي مينه او احساس يې د هغوى مېلمستيا كوله. د ولس د دفاع، د ملي وحدت د ساتنې او پياوړتيا او د هېواد د آبادۍ او سمسورتيا په لار كې د دې مېړني ولس كارنامې د افغان ولس د برميال تاريخ زرين بابونه دي چې دلته يې يادونه ناشونې ده، په لنډو ټكيو كې په زغرده ويلاى شو چې دغه قوم د هېواد په تاريخ كې د شرف، آبرو، عزت او وقار ژوند كړى او همدغسې يې د ټول هېواد د نورو وروڼو قومونو عزت او درنښت ساتلى دى، د وردګو قوم پر دې وياړي چې د سياسي نظامونو د بدلون په بهير كې هېڅكله د ملي وحدت پر خلاف نه دى لوبېدلى. متاسفانه په دې وروستيو كې چې زموږ په هېواد كې د بهرنيو بېلابېلو لوريو توطيو زور اخيستى، يو شمېر داخلي مزدورې كړۍ د خپلو پرديو بادارانو په اشاره په هېواد كې د ملي يو والي پر خلاف هڅې كوي او د وروڼو قومونو تر منځ د كركو او دښمنيو را پيداكولو ته لمن وهي، د همدې ناوليو هڅو په لړ كې د ملي آرمان ورځپاڼې د تېرې (دوشنبې د تلې مياشتې ۲۲ مې) په ګڼه كې د (كرزى كودتا كرد) تر سرليك لاندې د (عصر دولتشاهي) نومي ليكوال چې ښايي مستعار نوم وي يوه ليكنه خپره شوې چې نه يوازې څو درنو � �خصيتونو ته بلكې د وردګو درانه او غيرتي قوم ته پكې سپكاوى شوى دى، دغه ليكنه د بيان د آزادۍ او د آزادو رسنيو له اصولو څخه ستره سرغړونه او سؤ استفاده ده. د ليكوال سپكې موخې او ناولي اهداف د هغه له يوې جملې څخه ښې ښكاري چې (وطن هېواد او ملي يو والي) هم ورته ارزښت نه لري. د وردګو قوم د نوموړې ورځپاڼې د دې ناروا � �يكنې غندنه كوي. كه څه هم ليكوال د ارمان ملي چلوونكي او د دوى تر شا ولاړې حلقې غواړې چې پر همدغسې پا� �وونكيو ليكنو نور هم ځوابي غبرګون ته راوبولي، تر څو هېواد بې ثباته او په لويو لانجو كې راښكېل شي، خو موږ پوهېږو چې دا نه يوازې د وردګو د قوم بلكې د هېواد د ټولو وروڼو قومونو پر خلاف شريكه توطيه ده چې په ګډه يې بايد م خنيوى وشي، موږ د افغانانو په توګه د وردګو د قوم په استازيتوب د ملي ارمان د پاروونكې ليكنې په اړه له دولت او چارواكيو څخه په كلكه غواړو چې: د ملي ارمان مسوول مدير او د نوموړې ليكنې ليكوال بايد د رسنيو د تخطي د څېړنې كميسيون او عدلي او قانوني مراجعو ته احضار كړاى شي، قانوني چلن ورسره وشي، همدغسې هغوى بايد د وردګو له قوم څخه رسما معذرت وغواړي، د وردګو ولس د خپل قوم او مشرانو سپكاوى نشي زغملاى او دغه مساله به د هېواد په عدلي او قانوني مراجعو كې تعقيبوي. دغسې مغرضانه خپرونې چې زموږ د ګران هېواد د وروڼو قومونو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهي او له اساسي قانون سره په مخالفت كې دي بايد مصادره او وتړل شي. د وردګو غيرتي ولس پر ملي وحدت او واحد ملت باوري دى، د قوميت پر ځاى يې افغانيت شعار دى، د هر قوم سپكاوى د ټول ملت سپكاوى بولي، خپل او د افغان ولس د بل هر قوم مخالفين د هېواد او ملت شريك دښمنان بولي او د دې شريكو دښمنانو پر خلاف ګ� �ه مبارزه د هر افغان دنده ګڼي. د وردګو درانه ولس د ګران هېواد د بقا او سرلوړۍ لپاره تل ملي ګټې پر قومي هغو لوړې او خدمت پر بغاوت غوره بللى، خو خپل ارزښتونه يې پاللي او پالي يې او د هېواد پر برخليك به هېچا ته د م عاملې اجازه ورنكړي. له نړيوالې ټولنې او افغان دولت څخه په كلكه غواړو چې نور د هغو مرموزو، مغرضو او تو� �و لاسونو په لنډولو كې جدي اقدام وكړي چې زموږ په ګران هېواد كې د ژبې، سمت، قوم او نورو تعصبونو په راپارولو بوخت دي. همدغسې د هېواد له ټولو درنو وروڼو قومونو څخه غواړو چې له موږ سره په دې برحقه داعيه كې ملګرتيا وكړي تر څو په ګډه د لوى خداى په مرسته د ملي يو والي او ګران هېواد افغانستان د دښمنانو شومې توطيې شنډې كړو. په درناوي د وردګو د ولس په استازيتوب قومي مشران، علما او روښانفكران"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مشهور قوماندان قاري بابا ووژل شو", "output": "غزني: په غزني کې د اسلامي حرکت پخوانی قوماندان ملا تاج محمد مشهور په قاري بابا د ناپیژاندو کسانو له خوا ووژل شو. قاري بابا نن سهار د اندړو په ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شو، چې له خپلو څلورو ساتونکو سره یوځای د غزني ښار په لوري روان و. پولیس وایي وژونکي د اندړو په یوه کلي کې پټ شوي او دوی یې د نیولو هڅه کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر کرزى په نيږدې راتلونکې کې قزاقستان ته ځي", "output": "ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزى به په نيږدې راتلونکي کې د قزاقستان هېواد ته سفر وکړي دغه خبره د سې شنبې په ورځ د لوى اختر په لومړۍ ورځ ښاغلي کرزي د اختر تر لمانځه وروسته د جمهوري رياست په ارګ کې يوې خبري غونډې ته وکړه ولسمشر د همدغه خبري غونډې له لارې هېوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانو هېوادونو ته د اختر مبارکي هم وويله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فضل الرحمان: بوش ملا دى، مشرف او بې نظير يې مقتديان", "output": "د پاکستان د جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې ولسمشر جنرال پروېز مشرف، بې نظير بهټو او حامد کرزی د يهوديانو په صفونو کې ولاړ دي او امريکايي ولسمشر بش يې امامت ورکوي.د جمعيت علماء اسلام مشر ويلي چې موږ د اې پي ډي ايم له لاسه په سياست کې نه بدنام کېږو او په ټول هيواد په ځانګړي ډول په سوات کې دې پوځي عمليات بند کړل شي، که چېرې عمليات بند نه کړل شي نو په هيواد کې دننه به په کورنيو جګړو لاس پورې کړل شي او اوسني دولت زموږ سره د منځه مهاله حکوم ت په اړه هېڅ ډول تماس نه دی نيولی.ايم ايم اې ګوند په راروانه ټولټاکنه کې له سياسي ګوندونو سره هېڅ ډول يو والي ته تيار نه دي.نوموړي زياته کړه چې ده ته يو ليک ور لېږل شوی دی او په هغه کې ليکل شوي دي چې د راتلونکي ټولټاکنې په اړه به سياسي ګوندونه دا تور نه لګوي چې پوځ په سياست کې برخه اخلي.د ده په وينا چې اې ار ډي مسلم � �يګ ګوند سره پوره پوره مرسته وکړه او حکومت غواړي چې زموږ په منځ کې بېلابېلې لانجې رامنځته کړي خو موږ په ډاګه وايو چې موږ ټول يو يو او هېڅوک زموږ په منځ کې لانجې او شخړې نه شي رامنځته کولای."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ايران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو پروګرام", "output": "٢٧ د وری ١٣٨٤ نن د ايران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د خپلې خوښې د ستنېدلو پروګرام په هغه هيواد کې د ثبت اوراجسټر د يولسو مرکزونو په پرانيستلو سره پېل شو. د ايران د کورنيو چارو په وزارت کې د بهرنيو اتباعو د څانګې مشر احمد حسيني وای چې ايران ، افغانستان او د ملګرو ملتونودکډوالۍ څانګې موافقه کړی ده چې د ١٣٨٤ کال په اوږدو کې به تر شپږسوه زرو پورې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته واستول شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسولې لاریون په انځورونوکې وګورئ", "output": "بېنوا-کابلدسولې نړېواله ورځ نن په کابل کې دویښ ځوانانودټولنې لخوا دیوه لاریون په ترڅ کې ولمانځل شوه.پدغه لاریون کې چې په سلګونوتنوبرخه اخیستې ؤدکابل ښار له زرنګارپارک څخه پیل اودپښتونستان واټ په څلورلارې کې پای ته ورسید. لاریون کونکوپه پای کې دجمهوري � �یاست دارګ مخې ته یوپریکړه لیک هم ولوست چې ورکې له افغان حکومت څخه دسولې اوثبات دټینګښت په موخه دعملي ګام ونودپورته کولوغوښتنه شوې ؤ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ثور اوومــــــــــه د ثــور اتمــــــه که د اسد ۲۸مه ؟", "output": "د ثو� � اوومــــــــــه د ثــور اتمــــــه که د اسد ۲۸مه ؟ د اجمل عا لم زی لیکنهنیټه : ۱۳۸۷ – ۲ - ۸ ترډیروخته پوری دافغانستان مظلوم ملت دیوشمیرظالمانولخوا يي داحق نه درلودچی دحق اوباطل ترمینځ توپیراوپریکړه روښانه اویاخلک پری خب� �کړی تل یی اوازپه ستوني کی ورخفه کاوه له دوی څخه تراوسه پوری دنوروبی عدالتیو ترڅنگ داحق هم اخیستل شوي و چی کومه ورځ دملی ورځی په توگه ولمانځی کوم ملی شخصیت ونوموی اوچاته باطل یاخایین ووایی ځکه چی هرنظام قد� �ته تر رسیدووروسته پرته له دی څخه چی ملی گټی ملی غوښتنی اوملی ارزښتونه په پام کی ونیسی دخپلی خوښی اوخپلی بریا ورځ به یی دملي ورځي په نامه لمانځله دافغانانوله غیرته ،صداقته اوله پاکو احسا سا تو څخه به یی خپل هدف ته درسیدوپخاطرگټه پورته کوله .داچی چاکوله اوڅنگه یی کوله دایوډیراوږد بحث ته اړتیالری مگر دومره ویلای شووچی عبرقدرتونودخپلومشخصواهدافودلاسته راوړلولپاره یی داکارکاوه اوداخلی عناصرودیوڅوپيسویاقد� �ت ته درسیدوپخاطربه یی ددوی غلامی کوله چی ورته وطن پلورونکی هم ویل کیږی .مخکی تردی چی نوربحث ته ولاړ شوداباید روښانه کړوچی په سیاست کی دری اصطلاح گانی لرو استثمار، استعماراواستحمار . استثمارهغه حالت ته ویل کیږی چی یوشخص له بل شخص نه گټه پورته کوی لکه دغلامی په دوره کی کاربه غلام کول گټه به باداراخیستله . استعمارهغه حالت ته ویل کیږی چی یوهیواد بل هیواد اشغالوی دابادی په نامه اوپه دی پلمه چی له تاسوسره کمک کوم ترڅواباد شی لکه اوس چی افغانستان دی اگرچی نومی دنړیوالی ټولنی دی مگر موږ اوتاسوښه پوهیږوچی په راس کی څوک دی . اودریم استحمارهغه حالت ته ویل کیږی چی یوشخص له بل شخص څخه ، یایوشخص له یوملت څخه ، یادیو هیواد � �هبران دبل هیواد له رهبرانوڅخه احمقان جوړ وی یاهغه لوده کوی تیرباسی اوخپله استفاده ترینه کوی یاخپل مشخص هدف ته ځان پری رسوی 7 دثوراو8دثور په دواړوکی همداسی یوحالت وو . لمړی 7 دثورڅیړو : کله چی روسی دخپ� �واهدافولپاره په افغانستان کی فعالیت پیل کړنودهغه وخت یوشمیرازاد خیاله اواحساسا تی ځوانانوپه وجود کی خپ� �ی هڅي پیل کړی اوله دی لاری غوښتل چی خپل هدف ته ځان ورسوی دوی په افغانستان کی دسوسیالیزم پلی کول ارمان اوا� �زونه وه اونه له دی غمه ووچی په افغانستان كي سوسیالیزم راشی بلکی دسوسیالیزم راوستل افغانستان ته یوه پلمه وه ترڅوله دی لاری وکولای شی خپل هدف ته ځان وروسی په هغه وخت کی چی دیوشمیرځوانانوارزواوارمان دسوسیالیزم � �اوستل هیوادته ول نودروسانولپاره بهترینه موقع په لاس وراغله چی ددی ځوانانوله احساساتوڅخه استفاده وکړی اوخپل هدف ته ځان ورسوی اگرچی دهغه وخت یوشمیر ځوانان پوهید ل چی اوس په هیواد کی دانقلاب لپاره عینی اوذهنی � �رایط نه دی اماده مگر روسانوبه ورته ویل چی داشرایط باید تاسواماده کړی اوداوږده پروسه له لنډی لاری مخکی یوسی دوی یی له خپل اختیاره ویستل اوپه تشوشعارونولکه کور، کالی ډوډی ، کارگره طبقه له ظلم خلاصول اوطبقاتی نظام لمینځه وړل يي وغولول بی له دی څخه چی فکرپری وکړی چی څنگه اوڅه ډول، په کومو شرایطو اوپه کوموام کاناتوداکارممکن دی هغه هم په داسی یوه ټولنه کی چی افغانی اواسلامی ټولنه وه . خلاصه داچي هرچادخلق گوندغړیتوب ترلاسه کړ که بیسواده وو اوکه باسواده که په سوسیالیزم پوهیدواوکه نه ، که له خپل توربورسره دښم نی هم درلوده ددی گوند غړیتوب يي ترلاسه کړترڅوپه دولت کی چوکی ولری اوهغه پری وویر وی . په 1357 کال كي دغویی په 7 کودتاه وشوه دهغه وخت حکومت ړنکړل دروسی واک دارانوبه دا ځوانان هڅه ول چی بهترین انقلاب مووکړ اوموږ ستاسوترشاه ولاړیو داکارموبایدوختی کړیوای . زه نه وایم چی دخلق گوند به دهیواد بربادی غوښتله مگ� �په هغه وخت کی باید داسی احساساتی فیصلی نه وای شوی چی دټول هیواد په سرنوشت لوبی وشی ددوی ددی فیصلی له کبله په زرگونوانسانان ووژل شول په لکونومعیوب شول اوپه میلینونوهجرت ته اړشول اوپه زرگونوخپل حزبی ملگری هم دم رگ خولي ته ورکړو.کله چی هجرت رامابین ته شونودهغه وخت دوهم عبرقدرت (امریکا) چي له خدایه همداورځ غوښتله په خلاصه غیږه یی دامهاجرین ومنل په مختلفوهیوادونوکی ورته ځای خلاص کړ خصوصآ په گاونډی هیواد پاکستان کی دهر ډول امکاناتوزمینه ورته برابره کړه اوتل به یی داورته ویل چی په هیواد کی موکافرقدرت رسیدلی اوموږبه دیوه اسلامی نظام په راوستلوکی له تاسوسره کمک کو (داخومعلومداره وه چی نه روسیه په افغانستان کی دسوسیا� �یزم له غمه مړوه اونه امریکا په افغانستان داسلامی دولت دراوستلو له غمه )بی ساری وسلی ، ډالر اوبیلابیل امکانات يی په اختیارکی ورکړل اودا بي تل ورته ویل ورشی ورسره وجنگیری . جگړه ددو عبرقدرتونوترمینځ پیل شوه اوافغانان لکه د سترنج دانی دلاس اله وگرځیدی هغه شناخت چی انگلیس اوامریکا له افغانانوڅخه درلود چی څومره په اسلام اووطن مین خلک دی نودجهاد اواسلام په نامه یی وپارول (موږمخکی وویل چی په دی کی د داخلی عناصرورول ب� �جسته وو هغوی خپل مشخص اهداف درلودل چی د پیسولاسته راوړل اودولتی قدرته رسیدل ول چی داکاروکا و اوخپل هدف ته ورسیدل ) په دی وخت کی چی روسی داحالت ولید مستقیم تجاوزی وکاووځکه بله لاره ورته نه وپاتی دابل چانس وو دامریکا لپاره خپلی هڅی نوری هم گړندی کړی اوحلته یی مهاجرافغانان په 7 او 8 گوندونووویشل ځکه له یوالی څخه دوی هم ویریدل. هلته هم لکه دخلق گوند هرچاتوپک غاړی ته واچول اودمجاهد په نامه راوواته او هرڅه چی زړه غوښتل ترسره كړل . دخلق گوند چی داحالت ولید لاره ترینه ورکه شوه چی اوس څه وکړی لمړی روسان ویستل ، دملی � �وغي جوړي اعلان وکړ ، دگوند نوم بدل کړل ، تگلاره بدله کړه ، جوماتونه جوړکړل په مختلفوډولونومزاکراتو ته حاضرشول خوچی هرڅه وکړل مخالفین دیته حاضرنه شول چی له دوی سره یوځای شی اوپه گډه دولت جوړکړی . نوپه دی وخت کی 8 دثور راوزیږاوه ټول افغانان ددی ورځی په ارمان ول چی کله به په ټول هیواد کی سراسری سوله رامینځته شی په اولو ورځوکی کټ مټ هماغه سی وشول دهیواد ټولی ترانسپورتي لاری خلاصی شوی دخوراکی موادوبیی دومره راټیټی � �وی چی فکرهم نه کیدو دافغانی نرخ هم داسعاروپه بازارکی لوړشوومگرډیرزرلمړی دولتی دفاترچورشول وروسته ملی م وزیمونه تالا شول اودهرچاچی په هرشی لاس بریدوصرفه نه کوله ټول گاونډی هیواد پاکستان ته وړکیدل اوهغوی هم په ورین تندی ترینه اخیستل ان تردی چی دافغانستان دارگ قالینی موټری اودهغه وخت دجمهور رییس موټرهم دپاکستان هیواد ته یووړل شوو اصلآ فکربه دی هم نه کاوو چی دازموږخپلوهیوادوالوداکارکړی داسی فکرکیدوچی کوم بیگانه � �اغلی اویوبیگانه هیواد لوټ كړی وروسته له هغه دخلکو پرکورونوشروع وشوه چیرته چی چاښی پیسی یاښكلي لوردر� �وده په زوره به ترینه غوښتل کیده کله چی چورخلاص شونوبیا دقدرت پرسرجگړه دهیواد په پلازمینه کابل کی پیل � �وه دانودټولوافغانانواونړیوالی ټولنی ته ښه معلومه ده خصوصآ هغه افغانانوته چی په هغه وخت کی په کابل میشته ول څه چی ونشول دټولوپه یادونه خوکتابونه لیکل کیږی وژنی ،قومی تفرقی ، جنسی تجاوزونه ، دماشومانوتښتونه ، په اقسامووژنی دانسان وژنه خوترنصواراچولوهم اسانه وه خلاصه داچی انارشيزم وو یواوبل لاس نه ښکار � �یدوپخواداسی یوحالت یوازی یاپه داستانونوکی لوستل کیدل یادبالیود په سینمایی فلمونوکی لیدل کیدل مگ� �افغانانوپه هغه وخت کی داهرڅه دسرپرسترگوولیدل .تردغوپيښووروسته افغانان هم حيران دي چي كومه ورځ دڅه شي په نامه ولمانځي ؟ ددلوي دمياشتي ۲۶ ، دثور ۸ ،دزمري ۲۸ نيټه اويا..........اوس راځی چی په یوملی احساس کله چی په دی هرڅه پوه شوچی دا دواړه ډلی ددوعبرقدرتونولخوا استحمارشوی وی داله ځان اوله خپل وجدان سره وڅیړوچی ایادغه شرماوره ورځی دلما نځلووړدی که 28 داسد چی په واقع توگه دملی خپلواکی ورځه ده ؟که 28 داسد په عمیقه توگه وڅیړوچی څنگه رامینځته شوه نوله ورایه معلومیږی چی په هغه وخت کی دهیچاه په لمسون افغانان نه دی راپاڅ یدلی بلکی په خپله دخپل وطن اوملی حاکمیت ددفاع لپاره راپاڅیدل انگریزانوزموږ په هیواد تجاوزکړی وو اوزموږ هیوادوالوله دغه تجاوزڅخه دخلاصون په موخه نه ستړی کیدونکی مبارزه وکړه بی له دی څخه چی دبل هیوادملاتړوسره وی نی امکانات درلودل نه چاکمک ورسره کاوو هرچاچی هرڅه په کورکی دسولی په نامه درلودل له ځان سره راواخیستل اودخپل هیواددخلاصون لپاره دمرگ تردمه وجنگیدل اوپه میړانی خپل هیواد ته خپلواکی وگټله . غازی امان الله خان اوددی لاری ملگروی دهیڅ یوبهرنی هیوادڅخه په دی لاره کی مرسته ونه غوښتله اوپه خپله ملای په ډیره میړانه پټکی واچاوو چی کارنامی موږټولوافغانانوته ښه معلومی دی اوس دهغی ورځی هیرول دهرافغان لپاره بی غیرتی ده چی دهغه وخت دخپلونیکونووینی اوقربانی به هیروی او دا استحماری ورځی به لمانځی 7 دثور او 8 دثور دافغانانو� �پاره توری اودماتم ورځی دی ددی ورځولمانځل دهغه میلینونوشهیدانوله وینوسره جفاده چی په 28 داسد او7 دثوریا 8دثورله امله خپلی وینی توی کړی دی . موږ باید داهیرنکړوچی په 7 دثوراو8دثور په دواړوکی استحمارشوی وو اوخپل عزیزان مودمرگ خولی ته ورکړل اوس یی ورځ هم لمانځو( په اخیرت کی به څه ځواب وایو داچی موږ تاسومووژلی واست تجاوزمودرباندی کړی وه اوستاسوپه وینوموږقدرت ته رسیدلی وو نوځکه داورځ لمانځو ) داپه هغوشهیدانوملنډی وهل دی . موږافغانان په دی ښه پوهیږو اودازموږ حق دی چی موږکومه ورځ لمانځو ، څوک زموږ ملی اتل دی اوکومه زموږدم� �ی خپلواکی ورځ ده له دی نه وروسته دا له هیچاه سره نشومنلایی چی هرڅوک زموږپه وینوقدرته رسیدلی وی نوهمغه دخپلی کامیابی ورځ پرموږدملی ورځی په نامه ومنی او وی لمانځی اوموږبه هم ورسره گډیږو. زه په ټولو افغانانو غږ کوم چی دخپلی خپلواکی ورځ په سالم هوش اوهواس انتخاب کړی پریکړه دی وکړی اوپه پارلمان دی دا زور واچوی چی موږ په یو اتفاق کومه ورځ لمانځو داخیانت دی چی زموږ د دربدری ورځ لمانځل کیږی اوداله هغه میلینونوشهیدانوسره خیانت دی چی په 28 داسد یا7 دثوراو8 دثورله امله شهیدان شوی دی . زه ټولوافغانانوته داپه ډاگه وایم دا ورځی دی دملی ماتم په توگه وپیژنی اوزه يقين لرم چي داورځ به يو وخت دملی ماتم په توگه ولمانځل شي . زه 7 دثوراو8دثور په شدیده توگه غندم اوددی ورځو شهیدانوته دفردوس جنت اوکورنیوته یی دصبری جمیل غوښتنه کوم ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لغمان: طالبانو د ناټو اکمالاتي موټر وسوځول", "output": "میرویس جلالزی وسله والو طالبانو د لغمان ولایت د قرغه یو ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د ناټو اکمالاتي موټر سوځولي دي.عیني شاهدان وایې چې برید نن سهار تر سره شوی چې پکې هغه دوه موټر سوځیدلي چې په سیمه کې یې د ناټو ځواکونو قرارګاه ته د هغوي د اړتیا وړ توکي لیږدول.له برید وروسته د موټرو دوه چلونکي هم برید کونکو له ځان سره وړي دي.د لغمان د والي ویاند وایې چې له برید وروسته پولیسو په سیمه کې په میشتو بریدکونکو ډزي وکړي او د هغوي د لټون عملیات یې پیل کړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دپاكستان پوځي واكمن پرويزمشرف له ژمنو تښتې", "output": "غلام جيلاني ځواك د پاكستان پوځي واكمن جنرال پرويز مشرف د CNBC تلويزيوني شبكي سره ديوي مركي په ترڅ كي د دي پوښتني په ځواب كي چي ترهګري دپاكستان له پولونه اوړي او افغانستان ته د ورانكاري لپاره ورځي، وويل چي موږ خپلي ټولي هڅي كوو چي افغانستان ته د ترهكرو دننوتو مخه ونيسو خودا دافغانستان دنده ده چي خپلي پولي ټينګي كړي او پري نږدي چي ترهګر افغانستان ته ننوځي. ورته څرګندوني لږ وروسته دپاكستان په اصطلاح لومړي وزير شوكت عزيز هم په خپله يوه مركه كي تكرار كړي. ددي په خوا كي پاكستان كي د ښاغلي كرزي د سفر په دوران كي يوځل دا پوښتنه هم مطرح شوه چي افغانستان چي د كرښي نه د ترهګرانو د اوښتو شكايت لري نوبيا ولي د ډيورنډ په كرښه دديوال د جوړولو سره مخالفت كوي؟ ښاغلي كرزي دي سوال ته ډير ښه ځواب ووايه، هغه وويل چي كرښه خلك سره بيلوي خو د ترهګرانو د راتګ مخينوي نشي كوي. مشرف او شوكت عزيز دا څرګندوني هغه مهال وكړي چي لا ښاغلي كرزي د پاكستان نه په خپلي دري ورځني سفر بوخت وو، ښاغلي كرزي په خپل دري ورځني سفر كي نه يواځي دا چي په زغرده له پاكستاني واكمنو وغوښتل چي د ترهګري په وړاندي جدي ګامونه پورته كړي، او افغانستان ته دترهګرو دراتګ مخنيوي وكړي، دهغي په خوا كي يي هڅه وكړه چي دپاكستان خلكو ته هم دا ورسوي چي يو سوله ييز، آرام او پر مختللي افغانستان د پاكستان په ګډون دټولي سيمي په ګټه دي، ښاغلي كرزي په خپلو ليدنو كي د اروپايي ټولني په شان د خلكو ترمنځ د اړيكو دپراختيا تصور هم وړاندي كړ چي دسيمي خلك وكولاي شي د يو بل هيواد ته د سوداګري، سياحت، روزني او كار لپاره بي له ويزي اوپاسپورته سفر وكړي، د سيمي دخلكو ترمنځ پراخي اړيكي به د چټكي اقتصادي ودي لامل شي، نو ويلي شو چي په افغانستان كي سوله، امنيت او پرمختيا د ټولي سيمي د سوكالي او نيكمرغي تضمين دي. د ډيورنډ پر كرښه د اغزن ديوال جوړولو وړانديز څه موده مخكي هم د پاكستان د حكومت لخوا شوي وو، خو دافغانستان دحكومت دكلك مخالفت له امله پاكستان دا خبره پرخپل ځاي پريښوده، خو ښكاري داسي چي د پاكستان د واكمنانو د ذهن نه اوس هم دا خبره نده وتي، او په دي خاطر اوس يي په بيلا بيلو ډولونو غواړي مطرح كړي. د پاكستان دا وړانديز په هيڅ توګه په دي موخه نه وو چي ګواكي افغانستان ته پري د ترهګرو د راتګ مخه ونيسي، بلكي پاكستان په دي پلمه غواړي د ډيورنډ كرغيړنه كرښه چي هيڅ يو افغان ته دمنلو وړنده، پرافغانستان د افغانستان او پاكستان د سرحد په توګه وپيژني، خو كه دا خبره نه وي هم په عملي توګه دا ممكنه نده چي پركرښه د ديوال په جوړولو د ترهګرو دنفوذ مخه ونيسو، افغانستان او پاكستان ډيره اوږده پوله لري چي تقريباً ټوله يي غرني سيمه ده، پاكستان غوندي خوار ملك ته داممكنه نده چي د دي ټولي ليكي څارنه وكړي، د ترهګري مخه په دي توګه نه نيول كيږي، د ترهګري د له منځه وړلو لپاره پاكستان بايد پركرښي د ديوال پرځاي په پاكستان دننه دترهګري د روزني او د ترهګرانو پټ ځايونه له منځه يوسي، د ترهګرانو مالي سرچيني وچي كړي، او دهغوي د سياسي ملاتړمخه ونيسي. د پرويز مشرف او شوكت عزيز څرګندوني ښيي چي پاكستان نه غواړي هغه ژمني چي پاكستان هم پخوا او هم اوس د ترهګري د مخنيوي لپاره د ښاغلي كرزي سره كړي وي پلي كړي، مشرف او شوكت عزيز غواړي په دي توګه د افغانستان په هكله خپله دوه مخي پاليسي ته ادام وركړي او له خپلو ژمنو وتښتي. پاكستان دتل په شان يوځل بيا غواړي په بيلا بيلو پلموپه افغانستان كي ترهګري ته ادامه وركړي، اصلي ستونزه دا نده چي پاكستان نشي كولاي د ترهګري مخه ونيسي، اصلي ستونزه داده چي پاكستان نه غواړي د ترهګري مخه ونيسي، ترهګري او بنسټ پالنه د ګانډيانو په وړاندي د پاكستان ترټو تيره اوغوڅونكي وسله ده، نو ښكاره ده پاكستان نه غواړي په هيڅ توګه دا وسله له لاسه وغورځوي، اوس دا حقيقت ټولي نړي ته په ډاګه شوي چي پاكستان پخپله ترهګران روزي، په وسلو يي سمبالوي او افغانستان ته يي ليږي. مشرف وايي افغانستان بايد پخپله د خپلو سرحدونو څارنه وكړي، دا سمه خبره ده، افغانستان دخپلو سرحدنو څارنه كوي، ستونزه د سرحدونو نه د څارني نه بلكي ستونزه داده چي د كرښي نه هاخوا ترهګران روزل كيږي،په وسلو سمباليږي او افغانستان ته ليږل كيږي، ستونزه داده چي د كرښي نه هاخوا ترهګران په پوره ډاډ او اطمنان خپل سياسي او مطبوعاتي فعاليتونه پرمخ بيايي خو څوك يي مخه نه نيسي، بلكي د پاكستاني رسينو يوه لويه برخه عملاً ترهګرو او بنسټ پالو ته مطبوعاتي خدمات وړاندي كوي، آيا پرويز مشرف او شوكت عزيز په دي نه پوهيږي او كه نه غواړي چي پري پوه شي. په پاكستان كي يو خبري اژانس په ډيره اساني كولاي شي دملا دادالله سره مركه وكړي، ګلبدين په ډيره اساني خپلي مطبوعاتي اعلاميي او خپل مضامين د پاكستاني مطبوعاتو لاخپاره كړي او ژورنالستان په ډيره اساني كولاي شي هغوي ته لاس رسي ولري، خود پاكستان ټول پوځي او ملكي استخبارات او پوليس داكار نشي كولاي، حقيقت دادي چي هغوي نه غواړي دا كار وكړي. د افغانستان حكومت مكلف دي چي د ترهګري دمخنيوي لپاره ټولي لاري چاري ولټوي اوخپلي هڅي وكړي، پاكستان ته دښاغلي كرزي سفر هم ددي هڅو يوه برخه ده ترڅو پاكستان اړ كړاي شي چي دافغانستان په هكله پاكستان خپله پاليسي بدله كړى، خو ښكاري داسي چى پاكستان نه غواړي دا كاروكړي، ترهګري افغانستان ته دپاكستان له خاوري راځي، پاكستان د ترهګري پرضد په جګړه كي دنړيوال ائتلاف ديوغړي په توګه مكلف دي چي دهغي مخنيوي وكړي اودننه په پاكستان كي دهغي سرچيني وچي كړي، كه پاكستان داسي نكوي افغانستان سره دروغي جوړي او د اړيكو دپراخولو لار نه غوره كوي او د پخوا په شان د ترهګري نه ملاتړ او دافغانستان په وړاندي خپل منافقانه پاليسي ته ادامه وركوي نو بيا به هم افغانستان اوهم نړيوال ائتلاف دي ته اړ شي چي پاكستان سره هم همداسي چلند وكړي لكه څرنګه چي په ټوله نړي كي د ترهګرو سره روان دي اولكه څرنګه چي ترهګرو سره پكار دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان سندرغاړی نصرت پارسا په کاناډا کي ووژل شو", "output": "١٩ غويی ١٣٨٤بي بي سي : د افغانستان تکړه او نوميالی سندغاړی نصرت پارسا ځوانيمرګ شو د افغانستان يو وتلی سندرغاړی نصرت پارسا تېره شپه په يوې پېښي کي ومړ . ( انالله و انااليه راجعون ) نوموړی تېره شپه په کاناډا کي د يوه کنسرت څخه وروسته د ناپېژندل شويو کسانو تر برېد لاندی راغی ، روغتون ته د رسېدلو وروسته مړ شو . نصرت پارسا د شرقي موسيقۍ يوه بااستعداده څېره په يوې پيښي کي د موسيقۍ له بهير څخه د ابد له پاره جلا شو . نصرت پارسا پرون د کاناډا د ونکوور په ښار کي د يوه کنسرټ ورکولو څخه وروسته د څو تنو له خوا په وهلو ټکولو کي ووژل شو . پارسا په اته کلنۍ کي په موسيقي پيل وکړ او د مرحوم استاد سرآهنګ شاګرد و . وروسته هند ته ولاړ ، هلته يې د استاد منور علي خان او پندت دېش خان شاګردي يې وکړه . کله چي المان ته مهاجر شو د موسيقۍ زده کړو ته يې دوام ورکړ او د استاد غلام علي خان چي د غزل نامتو استاد دی شاګرد پاته شو . افغان سندرغاړی نجيب حق پرست د نصرت پارسا په هکله داسي وايي : ښه ځوان و ، باتربيه ځوان و ، خوش اخلاقه ځوان و ، ښه هنر يې درلودی ، داسي يو هنرمند چي د افغانستان په جامعه کي لاسته راځي د زړه په وينو تربيه کيږي ، د زړه په وينو لاسته راځي . بايد سړی په ډېر احتياط داسي هنرمند وساتي ، مګر متاسفانه زموږ څخه په ډېر ارزانه له لاسه ولاړ سي . خدای دي له نصرت پارسا سره ښه وکړي . بېنوا ويبپاڼه په داسي حال کي چي په تېرو څو مياشتو کي د خپل هيواد دهنر ، ادب او پوهي دلاري بې جوړې ځلانده ستوري يې يو په بل پسي له لاسه ورکړه ، د نصرت پارسا غم يې نور هم د زړونوپر سرونو يو نه هيرېدونکی داغ شو ! روح يې ښاده ، ياد يې تل پاته د هيواد د دې نوميالي سندغاړي په اړه نور ډېر مالومات د هغه په ځانګړې پاڼه کي ولولئ د ارواښاد پارسا سندري : قدم راواخله د لالي پر کور زړه شې ناوې ( اتڼ ) . . . راشه ماته غلې ، ای نازولې ، پر مخ زرين خالونه . . . د ځوانيمرګ نصرت پارسا د ژوند وروستی کنسرت"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلمن ادبي،کلتوري جریدې دخواشینۍ پیغام", "output": "په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دپښتو ژبې نامتو شاعر لیکوال اوادیب پروفیسور پریشان خټک صیب دورپیښې ناروغۍ له امله په حق رسیدلی.انالله ونا الیه راجعوناروښاد پریشان خټک دخپل عمرپه اوږدوکې دپښتوژبې اوادب لپاره ډیرې هلې ځلې کړي اودهغه مړینه دپښتو اوپښتنو لپاره یوه ستره ضایعه ده.دلمن ادبي،کلتوري جریدې مشرتابه دخدای بخښلي له کورنۍ سره په دې د� �انه غم کې ځان شریک بولي اوهغه ته دلوی خدای له دربارڅخه دجنت غوښتنه کوي.پاک خدای(ج) دې داروښاد په شان نو� �ښاغلي له مرګه وساتي. دلمن ادبي،کلتوري جریدې ادارهکابل-افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قمبرڅلورلاري ناروغه ماشومه نوره مرګ نه ګواښوي", "output": "د کابل په قمبر څلور لارې کې د هلمند ولایت څخه د راکډه شوې یوې کورنۍ ۷ کلنه لور چې د ځیګرپه ناروغۍ اخته وه او د افغانستان په دننه کې یې علاج ناممکن وو ، وړمه ورځ په پاکستان کې د خپلې تداوۍ تر بشپړیدو وروسته بیرته کابل ته � �اوړل شوه. د دغې نجلۍ سره د مرستې غږ د لومړي ځل لپاره د بینوا ویب پاڼي پورته کړ او وروسته بیا زم ونږ یو شمیر با احساسه وروڼو او خویندو د هغې سره د مرستې ډګر ته را ودانګل او په خپلو مرستو سره یې د هغې ژوند وژغورل. دغه نجلۍ چې د ځیګر د ناروغۍ له امله یې خپل ډیر وزن له لاسه ورکړی وو او مور او پ� �ار یې هم د هغې د درملني وس نه درلود د مرګ په حال پرته وه خو اوس هغه کولای شي چې له خپلو همځولو سره لوبې وکړي، خواړه وخوري او د نورو روغو ماشومانو په څير خوشهالي او مستې وکړي. دغه نجلۍ د پاکستان په پیښور ښار کې د الرحمان په روغتون کې تر جراحي عملیات لاندي ونیول شوه او له ځیکر څخه یې هغه کتله جلا شوه چې په غیر نورمال ډول د هغې په ځيګر پوري سریښه وه.د اوه کلني بي بي ګلې پلار د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل:(( زه نه شم کولای په کومو الفاظو له هغو کسانو څخه مننه وکړم چې زما د لور ژوند یې ژغورلی دی)). نوموړی چې له خوشهالۍ یې په سترګو کې اوښکي را رواني وي له ټولو هغو کسانو چې د ده له لور سره یې مرسته کړي په بیا بیا مننه وکړه او د لوی خدای له دربار څخه یې هغوي ته د خوشهالیو او بریالي توبونو مطالبه وکړه. د بینوا ویب پاڼه هڅه کوي چې د خپل اسلامي او افغاني احساس له مخې تر خپله وسه وسه د خپلو بي وسو، اړمنو، مظلومو او ناتوانو هیوادوالو د ستونزو په اړه خلګ خبر کړي تر څو وکولای شي چې له دې لارې د اړمنو کسانو سره مرسته وشي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابليان د خداى (ج) پر ځمکه د ګرځېدو حق نلري", "output": "له درې ، څلورو ورځو راهيسې بې وزلي کاب� �يان د خپلو ناروغانو د لېږد او د ژوندد اړينو شيانو د رانيولو لپاره په لويو لارواو سړکونو د تلوراتلو حق نلري،د حضوري چمن ، مکرويانو، سيد نور محمدشاه مېنې، شاه شهيد ، زوړ ښار ټولې لارې د سهار او ماښام لخوا د جشن � �پاره د چمتووالي په موخه او د ښار مرکزي سيمې دهمزنگ، دارالامان ، ميرويس ميدان او په لنډه توګه ټول ښار د � �اه دوشمشيره پله په خاطر چې د بيارغونې لپاره نړول شوى ، بند دى ، د لارو د بنديز له امله اکثر ناروغان او هغه مېندې چې د زېږون په حال کې وي، يا په لاره کې زېږون کوي او يا هم په لاره کې ځان خپل حق ته سپاري . د خداى لپا� �ه ! په داسې حال کې چې د نړۍ ستر زبرځواک ، پنځوس هېوادونه دلته عملا شتون لري، د نړيوالې ټولنې ډالر د سېل په � �ان د شوکمارو په جېبونو کې لويږي، يو څوک پيدانه شو چې د شاه دوشمشېره (ع) پول بياورغوي او د کابل ښار يان د اختناق له فضا څخه راوباسي . په زړه پورې خو داده چې دا پل ونړول شو خو له بيارغونې نه يې داسې معلوميږي چې ح د اقل څلور متره دا پل سورور نه شو چې د خلکو اصلي مشکل حل شي، يوه بورۍ اوړه په ٣٧٠٠ افغانۍ پلورل کيږي او د يو مامور او معلم مياشتنى معاش هم همدومره کيږي هغه چې په ډالرو پړسېدلي د خوارو خلکو په قيصه کې هم ندي ، بيوزلي ، بې روزګاري، لږ معاش ، د کوپون يا متعادلو موادو نه شتون، غريب خلک پوزې ته راوستي ، خلک مجبور دي چې يا د مخابراتو له لوړ پوړي ودانۍ نه ځان راګوزار کړي او يا هم ځانمرګي بريد ته ځان وسپاري، د پورته ټکو په لوست� �وبه تاسې لوستونکي خواشيني شوي ياست، راځئ لاړ شو لاندې کيسې ته چې بېرته مو په خوله خندا خوره شي . وايي چې ت� �ريبا له نن نه څلويښت کاله وړاندې د افغانستان د روغتيا وزير د کابل ښار د روغتونونو څخه د څار او ليدنې کار پيل کړ، وزيرصاحب به هر روغتون ته ورته او ستونزې به يې څېړلې، يوه ورځ د علي آباد روغتون عقلي او عصبي سرويس ( دارالمجانين ) ته ورغى، کله چې د ناروغانو اتاق ته ورننوتلو نو له ليونيانو سره يې روغبړ وکړ، يو ليونى راوړاندې شو او وزير صاحب ته يې وويل، چې خداى پار دى وزيرصاحب، زه ناروغ نه يم، سم روغ سړى يم، زما تربو� �انو له ماسره دښمني لرله او د جايداد د مسئلې لپاره يې ماته دا چل جوړ کړ او زه يې دلته راوستم ، زه روغ او جوړ يم، هيله ده چې زما غم وخورۍ او له دې بندي خانې نه مې وباسئ، وزيرصاحب چې د ناروغ ظاهري بڼه وليده نو ورته يې وويل چې ډېره ښه ده زه به د شفاخانې چارواکيو ته هدايت وکړم تر څو تا رخصت کړي، وزيرصاحب شاوګرځوله او غوښتل يې چې له کوټې نه ووځي، په همدې وخت کې هماغه ليوني وزيرصاحب ته د شا لخوا لاس ور ووړ، وزير مخ بېرته را واړاوه او په قهر يې ليوني ته وويل چې بې شرفه دادې څه وکړل؟ هغه په ځواب کې وزير ته وويل چې وزيرصاحب دايوه يادونه وه چې بيا دې هېر نه شي او زه دلته پاتې نشم . داخبره تردې راغله چې کابل ښاروالۍ ته داسې يو ښاروال ټاکل شوى، چې تقريبا دوه مياشتې يې له ټاکنې تېرېږي خو ددې سړي واڼې تښتېدلي، هک هيښ پاتې دى چې څه وکړي ؟ يوه خبره يا کوم هدايت چې و� �کړي بيا نيم ساعت وروسته يې هير وي . د افغانستان څه رسنۍ چې دي، شپه او ورځ نيمګړتياوې رابرسېره کوي او د چا� �واکيو په غوږونو کې يې ور پوه کوي ، خو ټول غوږونه خداى ( ج ) کاڼه او سترګې يې ړندې کړي، څوک دي چې حد اقل رسنۍ م طالعه او ويې ګوري او نيوکو ته يې پام وکړي ؟اوس نو بله چاره نشته ، خلک بېچاره شوي ، بې له دې چې د هماغه لېوني غوندې ښاروال او وزيرانو ته يادونه وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانودخپلو پسرلنيو بريدونو دپيل خبر وركړ", "output": "هـــــــــاند د(ايشين ايج) خبري اژانس ددغو جنكياليود يوتن لوړپوړي قومندان عبدالخالق له قوله خبر وركړ،چې دهلمند ولايت دنوزاد ولسوالۍ ترنيول كيدو وروسته ددوى پسرلني بريدونه پيل شوي. مولوي عبدالخالق همدارنګه په ناټوځواكونو باندې دورستيو بريدونو دپړې دمنلو سربيره وويل چې پرافغان او ناټو سرتيرو باندې به يي بريدونه نورهم كړندي شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په چترال كې دواورې دښويدو له امله ۲۹تنه مړه شول", "output": "دپاكستان په چترال كې دواورې دښويدو له امله نهو ويشتو تنو خپل ژوند له لاسه وركړدغه كسان دشنبې ورځې په وروستيو كې هغه مهال دچترال په واشك سيمه كې مړه شول چې، كورونه يي تر واورو لاندې شول.دچترال يوتن امنيتې چارواكي علي خان دپيښې په اړه رسنيو ته وويل:تراوسه دبيړنيو چارو مامورين په دې توانيدلي چې اوه تنه ژوندي اود دوه ويشتو تنو مړي له وارو څخه وباسې.دعلي خان په وينا ديارلس تنه لااوس هم دواورو لاندې ګيرپاتې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امن جرګې کميسيون يو پلاوى پاکستان ته سفر کوي", "output": "په پام کې ده امن جرګې ته د تيارۍ کميسيون يو لس کسيز پلاوى د راتلونکې يکشنبه په ورځ پاکستان ته سفر وکړي. دغه خبره نن ددغه کميسيون ددارالانشا رئيس ښاغلى فاروق وردک په يوه خبرې غونډه کې وکړه، ده وويل چې د امن جرګو د جوړيدو په اړه د مهمو خبرو او پريکړو د کولو لپاره اړتيا ده چې د افغانستان او پاکستان کميسيونونه سره غونډه وکړي او لازمو پريکړو ته ورسيږي. ښاغلى وردک وويل چې افغاني کميسيون څه موده وړاندې پاکستاني لوري نه د يوه مکتوب په ليږلو و غوښتل چې ګډه غونډه دې وشي، چې د همغه مکتوب په تعقيب پاکستاني لوري له افغاني کميسيون نه هغه هيواد ته د ورتلو غوښتنه وکړه او په دې توګه افغاني کميسيون هم د راتلونکې يکشنبې په ورځ هغه هيواد ته سفر کوي. ده زياته کړه چې که چيرې د جرګې د جوړيدو په وخت او څرنګوالي پريکړه وشي، افغاني لورى تياردى چې له پريکړې وروسته په څلورو اونيو کې د جرګې کوربه توب وکړي. ده همدارنګه وويل چې د افغانستان لخوا نه امن جرګې ته د تيارۍ کميسيون غوښتنه کوي چې لومړۍ جرګه د راتلونکي کال د حمل په وروستيو او د ثور په لومړيو کې جوړه شي، دارنګه دوهمه جرګه بايد د لومړۍ جرګې نه وروسته په دوو مياشتو کې جوړه شي. ډاکټر فاروق وردک وويل چې افغاني لورى غواړي د پاکستان له لوري هم په جرګه کې د دغه هيواد دټولو اقشارو استازي ګډون وکړي او په دې توګه د خلکو په مرسته دترهګرۍ په وړاندې لازم ګامونه اوچت کړي. ده وويل چې د ګډې غونډې د بحث مهم ټکي به د جرګې د جوړيدو وخت، د جرګې د غړو شمير، د جرګې اجنډا او دجرګې په اړه د ګډ ميکانيزم په اړه خبرې وي. ده يو وار بيا هيله وښوده چې جرګه به وکولاى شي د افغانستان روانو کړکيچونو ته د حل لاره پيداکړي او زموږ هيواد ته د سولې او نيکمرغۍ ډالۍ راوړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يو بل ته د افغان او پاکستانى بنديانو سپارل .", "output": "تيره شپه د تورخم په پوله افغان او پاکستانى چارواکو په خپلو کې يو بل ته ١٠تنه بنديان سپارلي . افغانى لوري ٣ تنه پاکستانيان او پاکستاني لوري ٧ تنه بنديان افغان لوري ته سپارلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يوې ارزښتناکي علمي ويبپاڼي دپرانستل کېدوخبرتيا", "output": "دعلامه حبيبي صاحب اودهغه داثارومنيوالودخبرتيالپاره ! دهيواددسترتا� �يخ پوه اوڅېړونکي دپښتوادب دآسمان ځلانده ستوري علامه حبيبی ويبپاڼه پرليکه شوه. څو ورځي مخکي مي د يوې نوي ويبپاڼي ( علامه عبدالحي ح بېبي رسمی ويبپاڼه) ترنامه لاندي د پرليکه کېدلوخبر ترلاسه کړ. ددې پاڼې دخپرېدواوپرليکه کېدوسره ډيرزيات خوش شوم ،ځکه له ډيره وخته دې تشې دلوی استادعلامه حبيبي داثرومينه وال ځورول .له نېکه مرغه دادی اوس دهغه دم ينه والواوخپلوانوپه زياراو زحمت دالويه تشه ډکه شول اودلوي استاد علامه حبيبي صاحب علمې اثاروته ځانگړې شوې ويبپاڼه دهغه داثارومينه والوته وړاندي شوه . پدې ويبپاڼه کې دعلامه حبيبي صاحب پېژندنه (ژوندليک) کتابونو ،مقالو اوشعرونوته ځاي ورکړل شوی دی . ددې ويبپاڼي پر ليکه کېدوسره نه يوازي دعامووګړوبلکي ځوانانو اودتارخي مسايلوڅېړونکوهغه ستونزه حل شوه کوم چې دهيوادپر تاريخي اوادبي مسايلودليکني په وخت کښي ئې دلوي استاداثارولوستلوته اړتيادرلوده ،خولاس رسئ ورته ډيرگران اوځينوته ناشونی و . اوس به له دې لاري په افغانستان اوبهرکي ځوان نسل اوڅېړونکي په اساني سره وکولائ شي دهيواددتاريخي اونورومسايلوپه اړونده دعلامه حبيبي په علمي اوتاريخ اثا� �وکې پوره اوکره معلومات ترلاسه کړي . زه پداسي حال کې چې ددې پاڼي جوړونکودغه تکل ته دقدرپه سترگه گورم ټولوهيوادوالواودعلامه حبيبي صاحب دعلمي ،تاريخي اودبي اثارومينه والوته بلنه ورکوم ترڅوله دې پاڼي نه په استفادې سره دعلامه حبېبي له علمي اوادبي اثروسره اشنااوله هغوی نه پراخه گټه تر� �اسه کړي . دلوی استاد علامه حبيبي صاحب زوی او د علامه حبيب ويبپاڼي چلوونکي ښاغ� �ي خوشال حبيبي دنوموړي ويبپاڼي په اړه بېنواويبپاڼي ته داسي وويل : د علامه حبيبى ويب پاڼه شپږ مياشتي پخوا پرانستل شوي ده .د ويب پاڼي کار کونکى زه او خوشحال ايازي يو. تخنيکي کا� �ونه ئي د ايازي صاحب په غاړه دي او مواد زه ورته پيدا کومه . دا ويب پاڼه د جوړيدو په حال کي ده او په آينده کي نوي مواد په بکښي علاوه سي . ددې ويبپاڼي پته داسي ده www.alamahabibi.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مسکو سختو سړو ځپلۍ .", "output": "د خبري رسنيو د خبر له مخې په تيرو څلورو ورځو کې مسکو او دروسيې يو شمير نور ښارونه او سيمې د سړو سختو څپو ځپلې دي او په تير و څلورويشتو ساعتو کې يوازې په مسکو کې ٧ تنه وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ دى . د هوا پوهنې دادارې ويلي چې دتودختې درجه منفي ٣١ درجو ته رسيدلې ده . ترانسپورتي ستونزې ډيرې شوي دي ، د اوبو نل ليکې يخ وهلې او عامه خدمتونو ته ډير زيان رسيدلۍ دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ترکیه کي په مظاهروکي درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې", "output": "میرویس جلالزی په ترکيه کښي له زور زيا تي ځخه ډکو مظا هر و په لړکښي تر اوسه پوري تر ١٩ تنه پوري مړه او ځه نا څه ٢٥٠ تنه ټبيان شوي دي . مظاهري د تيري اوني راهسي د ترکي په جنوب ختيځ کښي دوام لري.داستانبول ښار چه دکرد دوگړوډيري په کښي اوسيزي.دډيرزور زياتي شاهد دي . په استانبول کښي نن سهار د يوه ملکي بس ته دبم ورغورځولوپه ترځ کښي ٣تنه ووژل شول.د کر دانووروستي مظاهري يوه اوني مخکښي د١٤ کردانودجنازي د مراسمو په وخت چه د ترکي د امنيتي چا رواکو سره د نښتو په ترځ کښي وژل شوي وو را منځ ته شوي. د ګردستاندازادې د بازانو په نامه يوي ډلي په استانبول کښي د يوه بم مسوليت په غاړه واخيست .او د نوروبريدونو غږهم وکړ. له ١٩٨٤ کاله راپه دي خوا د کردي مبارزينو او د ترکي امنيتي حواکونو تر مينځ په اخ او ډب کښي تر ٣٧ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار : دفوټ بال سيالى پيل سوي", "output": "احمد لودين په کندهار کي د څلورو ليسو تر منځ د فوټ بال لوبي څلور ورځنۍ سيالۍ په کندهار کي د ځوانانو داړيکو او معلوماتو د دفتر لخوا په لاره اچو ل سوي دي چي ميرويس نيکه ، احمدشابابا، محمود طرزي او صوفي صاحب ذکور ليسو برخه پکښي اخستي ده . د ځوانانو داړيکو او معلوماتو د دفتر مسوول عبدالسميع غيرتمل بينوا ته وويل چي نوموړي سيالۍ يي د سولي راوستو په موخه په لاره اچولي او دسولي په نوم يي هم نومولي دي . د نوموړو سياليو لمړۍ لوبه په ميرويس نيکه ليسه کي د ميرويس ليسي او احمد شابابا ليسو تر منځ وسوه چي دوه د يو په مقابل کي ميرويس نيکه ليسي وګټله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داوبند امنيه قوماندان له بريدڅخه ژوندى پاتې دي", "output": "د غزنى د اوبند ولسوالۍ په امنيه قوم اندان طالب جنګياليو وسله وال بريد کړى دى ، چې د چارواکو په وينا٤ تنه پوليس ټپان شوي دي . د غزنى د پوليسو م� �ر تفسير خان وايى په بريد کې ٢ تنه طالب جنګياليى هم ټپيان شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "٢ پوليس اويومخالف جنګيالۍ په نادعلى کې وژل شوي", "output": "د هلمند د نادعلىولسوال قاسم له بينوا سره د ټيلفون پر ليکه د خبرو په ترځ کې ومنله چې تيره شپه د دغه ولسوالى د چانجير کلى ته څيرمه ديوې لنډې جګړې پر مهال ٢ تنه دولتى پوليس اويو مخالف جنګيالۍ وژل شوي دي او ٢ تنه نور پوليس ټپيان شوي .ده وويل جګړه هغه وخت رامينځ ته شوه چې مخالف جنګياليود ولسوالى ديو اړوند کلى په لاره کې د ماينونو په خښولو بوخت وو. قاسم وايي يو مړى او دريموټ کنټرول دوه بمونه د جګړې پر ميدان له مخالفينو څخه پاتې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د استاد مولانا قيام الدين خادم ياد غونډي ته", "output": "د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني پيغامنيټه: ۹ وږي ۱۳۸۷ ل.لکابل، افغانستان لکه څرنګه چي فاني نړي په تلو ده او د خداي (ج) له ذات څ خه پرته ټول شيان پنا کيدونکي دي. خو د ولسونو ريښتيني استاځي علمي، پوهنيز او کلتوري خدمتګاران د ولسونو په زړونو کي تل ژوندي پاته کيږي. تاريخي کارنامي يي په زرينو کرښو ليکل کيږي. چي زموږ په ګران هيواد کي يو د هغو لوړو شخصيتونو څخه مولانا قيام الدين خادم صاحب دي، چي د افغانستان په سياسي، ادبي او کلتوري نيمه پيړي تاريخ کي يي په پرهيزګاري، ايمانداري او ريښتينتيا نه ستړيکيدونکي زيار ايستلي ؤ.ارواښاد مولانا خادم د ښواخلاقو، منطق خاوند حليم، متدين، متواضع او زړه سواند شخصيت،چي د هيواد په سياسي ډګر کي دزورواکو خ� �اف او په ولسواکي هوډمن ؤ ،چي د لومړي او دوهم مشروطيت له غورځنګونو څخه وروسته په هيواد کي د ويښ ځلم يانو ګوند د يو ملي او خپلواک غورځنګ په توګه د ډموکراسي د راوړلو لپاره مبارزه پيل کړه. ارواښاد په دغي مبا� �زه کي فعال ګډون درلود، د ښاغلي زرملوال د (ويښ ځلميانو جمعيت) د ليکني پر بنسټ تر ټولو د مخه د ويښ ځلميانو په تحريک کي:د کندهار او فراه څخه: عبدالحي حبيبي، عبدالروف بينوا، فيض محمد انګار، محمد رسول پښتون، عبدا� �شکور رشاد، محمد ابراهيم خواخوږي او عبدالرزاق فراهيد ننګرهار څخه: ګل پاچا الفت، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين او غلام حسن ساپيد پکتيا څخه: نيک محمد پکتياني او غلام محي الدين زرملوال د غزني څخه: نور مح مد تره کي بنسټ ايښودونکي شميرل کيږي.د ويښ ځلميانو هلي ځلي د هيواد په نيمه پيړي سياسي بهير کي دولسواکي او د بيان د ازادي پيل ګڼل کيږي. د انګار او ولس جريدي ددوي نشراتي ارګانونه وو، چي دولس په ويښتابه کي يي ښه او پوره ونډه درلوده. استاد خادم د خپل ژوندانه په مهال د کندهار په ادبي ټولنه، پښتو ټو� �نه، د طلوع افغان په ورځپاڼه، د پوهني وزارت د تاليف او ترجمي په رياست، په هيواد ورځپاڼه، په مشرانو جرګه کي د سناتور په توګه په خورا ايمانداري چاري ترسره کړي وي. خداي بخښلي استاد خادم د پښتو د ادب د پرمختيا لپاره ډير زيار کښلي او خپله ملي پانګه يي د ملي ادب مينوالو، دنياوالو، ادبي او علمي ټولنو ته وړاندي کړي وه، خو � �ه بده بخته اوس د محترم استاد خادم اثار لږ تر سترګو کيږي او خپرولو ته يي ډيره اړتيا ده.په خوشحالي سره بايد يادونه وکړو، چي د دوي د محترمي کورني په مټو او همت او ځاني لګښت ځيني اثار د ننني غونډي په وياړ خپاره � �ويدي، چي په دي لار کي د ښاغلي روښان خادم، اغلو ډاکټره ثريا خادم، تورپيکي سنګين او زيبا خادم کوښښ د ستايني او منني وړ دي.د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنه په داسي حال کي چي د استاد قيام الدين خادم د ياد غون� �ي د جوړيدو ستاينه کوي، ژمن دي، چي د استاد خادم يو ناخپور شوي اثر به هم خپور کړي، تر څود پښتو ژبي او ادب م ينه وال ورڅخه ګټه واخلي. اروا يي ښاده او ياد يي تل! په درنښتالحاج غرزي خواخوږيد خواخوږي ادبي او کلتوري ټولني مشر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تر ٩٠ ډير کسان په پنجوايى کې مړه او ټپيان شوي", "output": "کندهار والى اسدالله خالد نن غرمه و منله چې تيره شپه د پنجوايى د تولکان سيمه کې دائيتلافى ځواکونود هوايى بريدونو له امله ١٦ ولسى وګړى مړه او ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي . نوموړۍ د ميرويس روغتون ته د ټپيانو د پوښتنې په موخه ورغلى وو او له دوى سره يې نغدى مرسته هم وکړه . خالد وويل په دغو بريدونو کې تر ٦٠ ډير طالبان وژل شوي دي .عينى شاهدان بيا په سيمه کې د ١٠٠ تنو ولسى وګړو د وژل کيدو او ټپى کيدو خبره کوي . د ائيتلافى ځواکونو يو وياند ويلى چې دوى ولسى وګړو ته دمرګ او ژوبلې په هکله پلټنې پيل کړي دي .دغه سيمه د کندهار ښار په ٢٥ کيلومترى کې موقعيت لري او چارواکى خبريالان نه پريږدى چې سيمه له نږدې وګوري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل (جمال زمانى) تير وختونه دې چې ګــرانه را په يــــاد شــــــــــــــــــــي ستـرګې اوښكې تويــه وي زړه پـــه فريــــــاد شـــــــي دا د نــــــــــــن غـــــــــــــــمونــــه نــــه دي زمــــا جـــــــــانه هـــــره ورځې دومـــره نـــــور ورســـــره زيــــــاد شــــــي ستــــــــــــا پــــه يـــــاد كــــــې پـــــــه ژړا ژړا ژړيــــــــــږم ارمـانونه مــې پـــه اوښــــكو كـــې بــر بــــاد شــــــــــي بيـــا خپل مخ تـه پـــه ټس ټس څپــــيړې وركــــــــــــړم چې مين په بې وفا وي څـــــه بـــه ښـــــــــــاد شــــــــــــي اوس تـــــه خپله قضاوت كــــــړه زمــــــــــــا يـــــــــــاره دا نـــــــــا اهله زړه په تا پسې فرهـــــــــــــــــــــــــاد شي د جـــــــمال قسمت اشــــــنا د بــــــدو بــــــــــــــــــد دۍ كـــــــوم چې ډېر پرې اعتـــــماد كړي بې اعتماد شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صوات کې سخته جګړه روانه ده،پولیس وژل شوي", "output": "رپوټونه وایې چې وسله والو طالبانو په سوات کې یوه عمده سیمه له پاکستاني ځواکونو څخه ولکه کړي ده. ځآیي خبریالانو وایې چې دا سیمه نن طالبانو ونیوله خو پاکستانی پوځ وایې چې له دې سیمې څخه په خپله خوښته وتلي دي. له پل پلوه وسله والو طالبانو په قبایلو کې د پولیسو پر یوه چونړۍ برید کړی او لږ تر لږه نهه تنه پولیس یې وژلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څو سياسي خبرې .... ( سياسي هنر )", "output": "غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خليلزاد :: اسامه په پاکستان کي پټ دی", "output": "کابل ::: ميرويس جلالزی په افغانستان کښي د امریکا پخواني سفیر او د ولسمشر بوش خاص استازي زلمي خلیلزاد د القاعده د ډلي په نیونه کښي د پاکستان د حکومت هڅي بې خونده گڼلي او ویلي دي چه اسامه بن لادن په پاکستان کښي پټ ده زلمي خلیل زاد په افغانستان کښي له یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کښي ویلي تیره اونۍ د پاکستان یوې تلویزیوني شبکې د طالبانو دډلي له یو قومندان سره چه ځان یې ملا اختر عثماني ښولی مرکه کړې او دا مرکه په داسي حال کښي خپریږي چه د پاکستان حکومت وایي دوی د القاعده دډلي د غړو ادرس نلري او ایا دا کیداي شي چه یوه تلویزیوني شبکه د طالبانو دډلي د قومندانانو آدرس ولري او یو حکومت چه اټومي ځواک او د استخباراتو پر مختللي وسایل لري د القاعده د غړو آدرس ونلري . خلیل زاد همد راز ویلي د پاکستان حکومت د هغه کس په نیونه کښي هم پاتی راغلی چه ځان د طالبانو د ډلي ویاند لطیف حکیمي ښیی چه اوس مهال د نوموړي هیواد په کوټه ښار کښي پټ دی او په پاکستان یې غږ کړی چه د القاعده د ډلي د نیونو په موخه دي خپلي هلي ځلي گړندۍ کړي. ویل کيږي خلیل زاد چه په خټه افغان او د امریکا تابعت لري اوس مهال د نوموړي هیواد د ولسمشر له خواه په عراق کښي د امریکا د سفیر په څوکۍ گمارل شوی دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ډنمارکي او افغان کرکیټ بازانو سیالي پیل کړه", "output": "د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غو� �اوي د وروستي پړاو په سيالۍ کې نن د چهارشنبی په ورځ ډنمارک دافغانستان پر وړاندې ٢٠٣ منډې جوړې کړې . دغه سيالۍ چې د سويلي افريقې په جوهانزبرګ ښار کې ترسره کېږي ، پکې ١٢ هېوادونه ګډون لري ، افغانستان په ب ګروپ کې دى او ورسره په دې ګروپ کې ، برمودا، ډنمارک، کينيا، هالنډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې دي . د کرکټ د ملي لوبډلې منېجر يا مدير سيد شاه امينزي وويل چې د ملي لوبډلې کپتان نوروز خان منګل پچه وګټله او لومړى يې ډنمارک ته د بيټنګ يا توپ وهلو بلنه ورکړه . هغه زياته کړه چې د ډنمارک � �وبغاړيو لومړۍ ډېره ښه لوبه پيل کړه، خو وروسته يې په پرله پسې توګه لوبغاړي وسوځېدل . امينزي وويل چې د ډنمارک لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې دنهو لوبغاړيو په سوځېدو ٢٠٣ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې � �٠٤ منډې هدف وټاکه . د دې خبر تر خپریدو د سیالۍ پایلي نه وي روښانه شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قرغې د اوبوبند کې ٢ تنه ځوانان مړه شول", "output": "د کابل ښار د قرغې د ابو بند کې نن ١٦ کلن او ٢٣ کلن ځوانان هغه مهال په اوبو کې ډوب شول چې لامبو يې وهله . د ډوب شوو کسانو دکورونيو يو شمير غړو شکايت کوو ، چې امنيتى چارواکو ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې چې د کورنيو غړى يې وژغورل شي . له بل لوري ددغه بند چارواکى هيڅ وسايل نه لري ،چې په داسې پېښو کې ورڅخه کار واخيستل شوي . د قرغې بند د کابل ښار يانو له پاره د تفريح په زړه پورې ځاى ګرځيدلۍ چې د جمعې په ورځو په زرګونه کسان په کې راټوليږي .ددغه بند شاو خوا سيمې شخصى کسانو ته په اجاره و� �کول شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يوګاندا پخوانى ولسمشر آزاد شو", "output": "د يوګاندا پخوانى ولسمشر پاستور بيزيمونګو له ٣ کاله بند وروسته له زندان څخه آزاد شو. بيزيمونګو په ٢٠٠٤ کال کې په ١٣ کاله بند محکوم شو خو وروسته له ٣ کاله د ولسمشر له خوا وبښل شو.د بيزيمونګو د ولسمشرۍ بهير د يوګاندا لپاره پيل شمېرل کېده. خو بيزيمونګو د ولسمشرۍ له مقام څخه د ګوښه کېدو سره د يوګاندا پر حکومت نيوکي وکړې او په ٢٠٠٤ کال کې د يوه پوځ د جوړېدو د هڅو په تور او اختلاس محکوم شو.د يوکاندا د پخواني ولسمشر آزادي، په ١٩٩٤ کال کي د يوګاندا د ټول وژني د ديارلسمي کليزي څخه څو ورځي مخکي دی په دغه هېواد کي د سل ورځنۍ ټول وژني په بهير کي نږدې يو مليون خلک چي د ډېرۍ يې توتستي توکمه لږه کي و، د ډېريوهوتو افراطيانو په وسيله ووژل شول. د دغي وژني ډېرۍ حقيقتونه په دې وروستيو کي روښانه شوي دي. دغه ډله ييز قبر پلازمېنې ته نږد په يوه کلي کې وروسته له هغه چې وژونکي د ملي پخلايني محکمې ته له اقرار وروسته پيدا شوئ دئ ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نن د فبرورۍ څورلسمه د ولنټاین( مینانو) ورځ ده", "output": "نن شنبه د فبرورۍ میاشتي ۱۴مه د و� �نټاین نړیواله ورځ ده. دغې ورځي ته د مینانو ورځ هم ویل کیږی چې په کال کې یو ځل په ټوله نړۍ کې او اوس په افغانستان کې هم لمانځل کیږي. په دغه ورځ مینان یو بل ته د دې ورځي خاصې ډالۍ ورکوي او مینان یو بل په سرو ګلانو، ځانګړو تحفو او هغو ډالیو نازوي چې د مینې اظهار پکې کیدای شي. د طالبانو له واکمنۍ ورو سته دغه ورځ په افغانستان کې هم په پ� �اخه کچه لمانځل کیږي. که څه هم د افغانستان یوه صنعتي ټولنه ده خو مینان هڅه کوي چې که یو بل ته ډالۍ نه شي استو� �ای یو بل د ګرځنده ټلیفون د پیغامونو په مټ په خاصو الفاظو ونازوي. د دغې ورځي له را رسیدو دمخه د کابل په شهر نو او په خاصه توګه د ګل فروشۍ په کوڅه کې د ولنټاین ورځ له ورایه را رسیدلي ښکاري. دغلته لوی لوی سره پلاستکي زړونه او لاله ګلان خرڅلاو ته ایښودل شوي دي او په دغه بازار کې د بهرنیانو تر څنګ په لسګونو ځواني افغاني نجوني او هلکان لیدل کیږي چې یو بل ته تحفې اخلي او د دغې ورځي نمانځلو ته ځانونه چمتو کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کتاب", "output": "کتاب عبدالقديم وياړ غواړم ستا په خندا ستا پر ناز او ادا ستاپرخپګان ستا پرموسکا ستاپرمينه ستاپرغوسې ستاپرقارستاپرتلوسې يو،يوکتاب وليکم خوڅه وکړم په کمپيوټري لينکه عادت يم کورکې برق نه وي دفترکې وخت دوشنبه د1387لمريزکال دمرغومي ديرشمه کابل-وزيرمحمد اکبرخان مينه -لمرټ� �ويزون"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسلامي ارزښتونو ته سپكاوى او زموږ دفاع", "output": "په وروستیو کلونو په تېره بیا په تې� �و ورځو کې د څو داسې پیښو شاهدان یو چې د نااسلامي ټولنو له خوا یې عملي کول د مسلمانانو له پارونې پرته بل هدف نه شي درلودلای.دنمارکیان د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) پر کاریکا تورونو خپل مخونه تو رکړل، ها� �ندیانو بشریت ته د سترې معجزې قرآن عظیم الشان په اړه فلم خپور کړ او ځانونه یې وشرمول او هلته – دلته داسې نورې نښې هم ولیدل شوې، په دې اړه لاندې یادونې د پام وړ دي:۱ـ د بشریت ناجي حضرت رسول الله مبارک ته د مکې کفارو � �ول ډول نیرنګونه سنجولي وو ، خو ټول پوهیږي چې لوی خدای (ج) خپل دغه نازولی بنده پر هغو بریالي کړ او د مشرکینو بیخ او بنسټ راووت، د الله تعالی پیامبر دومره ستر دی چې د دنمارکیانو اوتې بوتې یې عظمت ته د ذرې حیثیت هم نه ل� �ي.په قرآن مجید کې لوی خدای (ج) وعده کړې ده چې د عظیم الشان قرآن ساتنه به الله تعالی کوي او د صدر اسلام د م شرکینو په څېر به دغه شمار هالندیان هم مختورن شي.۲ـ خو دغه هڅې ولې کیږي؟ تر شایې سیاسي رذالتونه خامخاشته ، یو خو یې دا ښکاري چې خپلو ولسونو ته وښيي چې ګواکې مسلمانان بې حوصلې او لنډپاري دي او هر ځل چې موږ هغوی ته اهانت وکړو نو په غوسه شي او د خپلو ځانونو وهل ټکول پېل کړي، د خپلو هیوادونو ملي شتمنۍ لوټ کړي یا یې ویجاړي کړې ، څه کسان په کې مړه شي څه ټپیان او حکومتونو ته یې لوی درد سر جوړ شي. دوی (کفار) بیا نور د خیر په غونډۍ ورته کیني، وخاندي خبرونه یې خپاره کړي او لاسونه ورته وپړکوي. له بلې خوا دوی هر کله چې غواړي په اسلامي هېوادونو کې کومه سیاسي لوبه پېل کړي نو د اسلامي امت ذهن په همداسې پېښو مصروف کړي، خلک راوپاروي، حکومتونو ته سردرد پیدا کړي او له موقع څخه په ګټې اخیستلو سره خپل ښکیلاکي حرکات او هدفونه عملي کا. هلته مظاهره، دلته تشدد هلته فوق ا� �عاده حالت دلته د پارلمان غونډه، هلته د سفارت تړل او دلته . . . بس ټولو ته کار پیدا شي، له دې پرته دوی غواړي د اسلامي هېوادونو ترمنځ یوه پټه سروې وکړي، کوم ملت ډېر پاریږي او کوم یو معقول کسات اخلي، کفار له هغو احساساتي ملتونو څخه نه ویریږي چې خپل ښارونه سیځي او خپل خلک وژني یا عامه شتمنۍ لوټوي، دوی له هغو ملتونو څڅه سخته ویره لري چې معقول او هوښیار انتقام ته یې هوډ لا کلکیږي او په ډېر منطق سره ځان پیاوړی کوي.۳ـ معقول انتقام څه دی؟ دا د دین، عقل او منطق حکم دی چې د د ښمن مقابلې ته به ځان پیاوړی کوې.اوس نو هوښیار مسلمان ملت هغه دی چې د خپل کافر دښمن په مقابل کې ځان چمتو کړي خو په څه؟ په تکنالوژۍ، علم، وسایلو، اقتصاد، ځواک، تولید، مالي ام کاناتو، پوهه او سیاسي درایت. کفاروکه هر ځل داسې احمقانه حرکت وکړ، مسلمان ملت باید دوه نورې کتابخانې جوړې کړي. کفاور که یو اهانت وکړ د افغانستان مسلمان ملت باید لس نوي ښوونځي پرانیزي، څو فابریکي فعالې کړي، نورې شاړې ځمکې آبادې کړي، ویالې له اوبو ډکې کا، د بریښنا بندونه جوړ کړي او خپل ځوانان د اسلامي تعلیم ترڅنګ پر کمپیوټر او ټکنالوژي هم وپوهوي یوازې ویښ او هوښیار ملتونه کولای شي له خپلو عقیدوي او فرهنګي ارزښتونو څخه دفاع وکړي. زه په همدې لیکنه کې پر مسلمانو او غیرتي افغانانو د یوه زورور انتقام غږ کوم راځئ ، چې داسلام ستر پیغمبر په وړاندې د اهانت دفاع دهغه له لاروښونوسره سمه وکړو او د قران ننګه ددغه آسماني کتاب د احکامو مطابق پیل کړو : که ډنمارکیان او هالنډیان زموږ لویو ارزښتونو ته په سپکه ګوري موږ یې هم کسات اخیستلی شو او هغه داسې : - ټول خپل ماشومان ښوونځیو ته لیږو ، چې هلته اسلامي او تخنيکي علم زده کا . - بیا خپل ښوونځي نه سوځوو ،بلکې د هغوی له ضده نور جوړوو . - نوې کتابخانې ودانوو او ځان پر مطالعو بوختوو . - کار – کار – کار - تولید دا به دخپل ژوند شعار ګرځوو او د لوی خدای د عبادت تر څنګ به خپل او دخپل هېواد اقتصاد پیاوړی کوو . - نوې فابریکې ، � �ويې لارې او توليدي مراکز به پرانيزو . - بندونه ، کاریزونه ، ځمکې او څړ ځایونه به آبادوو . - ځنګلونه به نه وهو او رمې به ډیروو . - ټول ځوان نسل به د قرآن ، فقهې علومو ، کمپیوتر ، تکنالوژي ، ادب ، ساینس ، تاریخ او سیاست پر پوهنو سمبالوو ، چې د کفارو له احتیاجه خلاص شوو . - خپلې اوبه به راګرځوو ، بریښنا به ښه ډیره تو� �یدوو او صنعت ته به وده ورکوو ، پرپاتې اوبو به یې ځمکې خړوبوو . • ټول به راوځو خپلې كوڅې، لارې، كلي او ښارونه به پاكوو چې د كفارو د خندا نه شو.• د هر پردي هېواد په تېره بيا د چينجنو ګاونډيو جاسوسي ته به څوك نه پرېږدو او د ابه لوى شرم و عار ګڼو.• خپل ګران افغانستان به يا كور ګڼو يا ګور، پخپله به ورڅخه په تشو لاسو د اسيا سويس جوړوو او كفارو ته به په آبادۍ كې زور ښيوو.• نور به د مهاجرت او له وطنه د تښتېدلو خيال له سره باسو او په خپله به همدا ځاى ځانته د ځمكې پر سر جنت جوړوو، چې همدا سور مخي كفار د كار كولو په لټه راشي او موږ يې پرې نه ږدو.• وراني به نه كوو، غلا به هېروو او خپل ورور او هېوادوال به نه وژنو. موږ افغانان به كفارو ته و� �ښيوو چې دومره جاهل ملت هم نه يو چې خپل بې ګناه هېوادوال په وړه خبره ووژنو.كه دا مو وكړل نو دومره به پياوړي شو، هومره به ځواكمن شو چې بيا به هيڅكله د افغانانو له ډاره ډنماركيان، هالنډيان او نور يان_ يان به د اسلام سپكاوى نه شي كولاى او افغانان به انشاالله په وچ زور هم خپله او هم د اسلام دفاع كوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې د بلې چاودنې غږ پورته شو", "output": "نن د لس نیمو بجو په شاوخوا کې یو ځل بیا د کابل په ښار کې د یوې درندې چاودني غږ پورته شو . تر اوسه نده معلومه چې دا چاودنه د ښار په کومه سیمه کې شوي ده . له دې مخکې نن سهار د هوایی ډگر په غځیدلي څړک هم یو زورور ځانمرگی برید وشو چی په پایله کې یې لس تنه ملکی افغانان ژوبل شول . دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې تیره شپه د امریکا دفاع وزیر رابرت گیټس هم افغانستان ته راغلی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رشادپوهنه ( ۲) په هند کي د علامه رشاد دپښو پلونه ( دوهمه برخه دوهم مخ )", "output": "ګرانودوستانو!زه په رشادپوهنه باندې كاركوم ، په دغه ترڅ كې يوشميرنظريات نورهم شته چې اوس له ماسره نه وو، په دې چې هغه لاهم په هند كي له ماپاتې دي .په راتلونكي به كه دخداى رضا وه هغه به هم په دغه ليكنه ورزيات كړم .خواوس استاد ته دارادت په خاطر دغه نيمګړي برخه ستاسوپه واك كې دركوم .پروفيسر خالق رشيد - کاناډا رشاد پوهـنه دوهمه برخه : دوهم مخ ( له ښکلا مجلې څخه ) په هند كي دعلامه رشاد دپښوپل ( يادونه او وياړونه )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تصور", "output": "١٣٨٤ دغويي ٢٥مه ( عبدالهادي ریشاء) انسانان ، او خصوصاً د انسانانو ماغزه هم عجب خلقت دی . تا سو پوهېږئ چي هر ساعت او هره ورځ دوی په مغزو کي څه شور ما شور ، څونه نوي نوي او رقم رقم فکرونه پیدا کیږي ، چي دبعضو کسانو اندېښنې بیلي او دبعضو هم بیلي وي . موږ له ظاهري کړو وړو څخه د ځينو اټکل کولای سو، مثلاً: یو دپيسو په فکر وي ، بل د دښمنۍ یا انتقا م په سوچ کي ، بل دجنګ او نورو نورو فکرونو کي وي ، خود ځینو کسانو افکار بیا بيخي ما سِوا وي ، چي هغه موږ نه ليدلي ، نې تخمين کولای سو او نه په پوهيږو، مثلاً: که د عالمانو، پوهانو ، کا شفينو ، او مخترعينو افکارو ته ځير سو- نه پو هيږو ، چي د دوی په اذ ها نوکي څه تا وبالا کيږي ، فکر یې په څه اړ دئ او کمي معظلې حلوي . خوبيا چي دنورو کا شفينو مخترعينو دفکر محصولاتوته وکتل سي ،کوم چي نن ورځ په دنیا کي دخلګو په خدمت کي دي ، نو پو هيږو چي دا ټول اختراعات دمخترعينو دمغز و محصول دی لکه موټر ، الوتکه ، تلويزیون ، مو بايل و غيره د مغزو دا کتشافات تمام هم نه لري . څو انسانان وي ماغزه به وي ، چي ماغزه وي کشفيات به وي او وړاندي تګ به وي . په دې وخت کي وماته دا چرت راولويږي ، چي په نړۍ کي له دې مو جوده ساينس او ټکنالوجۍ څخه ، چي بعضومخترعينو دا شيان را ايستلی دی دا خوموږ وينو او منو اودا خو ديو څوکسانو کشف ، اختراع او جوړښت دئ . اوس نو که فکروکو دانسانانو دپيدايښت څخه بيا تر نن پوري په مړ وکي داسي عالمان ، کا شفين په مليارډو دخپلو ډکو کلو سره عدم ته تللي او خاوري سوي دي ، چي بولګه یې لانه ده پاته . (د بابا آدم له وخته څخه به يې نه سره محاسبه کوو نوریې په چوټ کی درايله ) فقط د پنځه زرو کالو را وروسته ، چي هغه کاشفين په نظرکي ونيسو، چي د دوی په مغزوکي د دا ډول نو وکشفياتو طرحي ، فارمولې او نوښتونه موجود وه ، خود عملي کېدو سايل نه وه ور ته موجود ، يا یې نور موانع درلودل ، نو دغسي دخپلو ډکو پرُ پيمانه مغزو وسره خاوري سوي دي ، چی درک وخرک یې ورک دئ . ښه نو ، نن ورځ چي موږ هم کمپيوټر لرو، هم یې استعمالو او په مثل یې نور اخترعات هم د انسانو په خدمت کي موجود دي . نو که هغه دعلم او کشف ډکي- مالا مال کلې ، چي خاورو ته تللي او خاوري سوي دي که دهغو عالمانو کشفيات هم اوس موجود وای او د دې اخترعاتو اوايجاداتو سره پتليس سوي وای تاسي څه فکر کوئ ، چي اوس به نړۍ څه ډول بڼه درلودای ؟ په دې حساب ، چي زه ورته ګورم اقلاً دوه زره کاله دمخه بايدموږ کمپيوټر درلودای اونور اقسام دکشفيا تو به هم ميانځ ته راغلي وای او انسانو به کټي ځني اخستلای . نو دغه کارونه ، چي نن روځ موټر، طياره ،کمپيوټر وغيره اجر کوي ، که له هغه وخت څخه داسي اخترعاتو ادمه پسي پيداکړې وای ، نو دا د نن ورځي تخنيک ، چي موږ لرو په دې حساب لکه چي وړاندي مي وویل ، بايد دوه زره کاله پخوا موږ کمپيوټر درلودای نوهغه کارونه چي نن موږ په موټر، طياره، کمپيوټر، موبايل ....... سره اجراء کوو بايدچي نن دا کارونه په اِشارو او تصوراتو سره موږ عملي او اجراء کولای او که بيا اکتشافاتو او اختراعاتو چپه فيرکړئ وای يعني پر اسلحو او بمانو زور لوېدلئ وای ، نو اوس به داخاکي کُره د اِيرو او پړوندو کره وای . څنکه یې بولې داهم يو تصور وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناټو: تيار يو له نورو سيمونه هم خپل ځواکونه وباسو", "output": "په کابل کې د ناټو يوه وياند مار ک ليټي نن يوې خبري ناستې ته وويل د سيمه ايزو چارواکو او دولت د ملاتړ په صورت کې او دا چې ځايي اوسېدونکي ورته د خپلې سيمې د امينت د ساتلو په اړوند ډاډ ورکړي، د هلمند د موسى کلا په څېر به له يو شمېر نورو سيمو څخه هم خپل ځواکونه وباسي او واک به سيمه ايزو خلکو او پوليسو ته وسپاري. له دې وړاندې د ناټو ځواکونه له موسى کلا څخه ووتل او دا شک يې رامنځته کړ چې ښايي افغان دولت او ناټو له طالب جنګياليو سره خبرې کړي وي. مار ک ليټي له طالب جنګيا� �يو سره هر ډول خبرې او جوړ جاړى ردوي او وايي سيمه ايزو مشرانو ورسره ژمنه کړې، چې سيمه کې به امنيت ساتي او دو� �تې ادارې به فعالې وي. وياندپه نورو سيمو کې د ورته وړانديزونو هرکلى وکړ او څرګنده يې ګړه چې شرطونه به توپير و� �ري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارزګان : نهه تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي ده", "output": "احمد لودين په ارزګان و� �ايت كي پر ملي وګړو باندي دماين چاودنه سوي ده چي نهو تنو ته پكښي مرګ ژوبله اوښتي ده دكورنيو چارو وزارت ديوي اعلاميي په خپرولو سره ويلي دي چي چاودنه دماين په واسطه دارزګان ولايت د چنارتو په سيمه كي سوي ده چي دري تنه ملكي وګړي يي وژلي دي او شپږ تنه يي زخميان دي كړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دشمشادتلويزيون وياندي ځوانيمرګي پيغلي شکيبا څانګي ته", "output": "آماج ته ډالۍ خوارکۍ څانګههغې ټوپک څه پیژاند او نه به یې وروسته له دې وپیژني هغې چي تیره شپه ټوپک ولیدئ بیا یې د شونډو کنګل د اوبو غړپ ونه لید شعر ستا ښار شاهد دی چې مي ستا لپاره په هغه ما ښام څه اوښکي تویي نکړېما دا ستا یادونه لمانځل ما به د سترګو لاندي ستا انځور ته پټ پټ کتل تا به وما ته کتل خو تا زه نه لیدمه په خدای باور وکړه چي ستا لپاره هغه ګودر چې ژبه نلري، اوس ژاړي چیغی وهي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هالنډ:افغانانو د هاگ د نړيوالي محکمې دمخه لاريون وکړ", "output": "په سلگونو تنو افغانانو د هالنډ هيواد په هاگ ښار کې د نړیوالي محکمې د ودانۍ مخی ته د هغه څه په خاطر چې دوي په خپلو بشري ح� �ونو تیری بولي، لاریون وکړ . په دې ملک کې د مشعل په نامه د یوې افغاني ورځپاڼي مدیر مسول مصطفی � �وزبه پر وینا چې دا مظاهره د هغو کسانو له خوا ترتیب شوي وه چې له کلونو کلونو په دې ملک کې د قانوني کډوالۍ د اخیستلو په تمه دي خو بي برخلیکه ژوند کوي.په دې لاریون کونکو کې ډیری هغه کسان دي چې د ډاکتر نجیب ال� �ه په رژیم کې ېې کار کاوه خو د کډوالۍ دوسيې ېې نه دي منل شوي.په هالنډ کې میشتو دې افغانانو گواښ کړی چې که د دوي غوښتني و نه منل شي خپلو لاریونونو او اعتراضونو ته به دوام ورکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند کې د دولت ځايي قومندان وژل شوى دى", "output": "د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د نورزو په سيمه کې پرون ماښام د يو ماين د چاودنې له امله د ځايي پوستې يو قومندان ملا داود مړ او ٢ تنه پوليس ټپيان شوي دي. په سيمه کې امنيتي چارواکي د پېښي پخلى کوي او وايي په بريد کې د پوليسو يو موټر ويجاړ شوى دى. بريد د ريموټ کنټرول له مخې له لرې واټن څخه تر سره شوى دى. يو طالب وياند قاري يوسف د بريد مسوليت منلى او وايي چې د ځايي قومندان په ګډون ٨ تنه پوليس په کې وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل نه جوړيږي خرابي زما د زړه فقط ته يې دوايي زما دزړه که هر څو پام بدلومه نه بدليږي لا زياتيږي بېتابي زما دزړه تا نه غير که مې دا ټوله دونيا مل شي نه ختميږي تنهايي زما د زړه ستا جفا ته د وفا په نظر ګوري ګوره ګوره ناداني زما د زړه هميشه به ستا د عشق په دام کې ګير وي نه خوښيږي ازادي زما د زړه ښه خبر زما دزړه په ابترۍ يې پروا نه کړې هرځايي زما دزړه ستا هجران کې دواړه يو رنګه تياره دي هم ماښام هم سبايي زما دزړه زما ستا له عشقه غير بل هنر نه زده بس همدا ده کمايي زما دزړه لکه ستا په څير له ما نه بیوفا شوه تا سره لاړه ښادي زما دزړه انوارالله وفي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مایکل جیکس په افغانانو هم ګران وو ( د جلالزي لیکنه)", "output": "مایکل جیکس په افغانانو هم ګران وو ( د جلالزي لیکنه) ۳۶ کلنه مرضیه د کابل د شهرنو په پارک کې له خپل خاوند س� �ه د جمعې د ورځي په رخصتۍ د یو څو خوشهاله شیبو د تیرولو لپاره د صبر د یوې جګې ونې لاندې په چوکۍ ناسته ده. نن د کابل هوا ډیره توده ده، او دغه پارک ته په سلګونو کسان راغلي دي. مرضیه وایې چې یوازی څو ساعته دمخه د آرمان اف ام راډیو له لارې د پاپ موسیقۍ د سلطان مایکل جنسکن په نا به هنګامه مړینې خبره شوي ده. مرضیه وایې : (( د مایکل مړینې سخته خواشیني کړي یم، څیره یې تل را په یادیږي او د هغه مړینه د پاپ موسیقۍ په ډګر کې یوه نه هیریدونکي او تل پاتې خاطرده)). د پاپ موسیقۍ د سلطان، ۵۰ ک� �ن مایکل جیکسن د مړینې خبر د جمعې په سهار په ناببره توګه خپور شو او د نړۍ په کچه یې د هغه د سندرو او دم وسیقۍ د مکتب په سلګونو زره مینه وال غمجن کړل. د افغانستان اوسنی ځوان کول که څه هم د مایکل جیکسن له سندرو سره چندان علاقه نه نه لري خو میرمن مرضیه بیا وایې چې له ۱۶ کلنۍ را پدې خوا په مواتره توګه د مایکل جیکسن سندري او البومونه تعقیبوي او وخت ناوخت د جیکسن نوي البومونه ورته د هغې یوه خور را لیږي چې په امریکې کې اوسیږي. مایکل جیکسن د ۹۰مې لیسزې پر مهال په افغانستان کې ډير شهرت درلود خو وروسته وروسته بیا چې کله د بالیوډ سینما مینه وال په افغانستان کې ډیر شول نو ډیری افغانانو د غربي موسیقۍ د اوریدلو پر ځای د هندي موسیقۍ اوریدلو ته مخه کړه. نن صبا د پلازمینې کابل او نورو لویو وړو ښارونو په هوټلونو، م غازو او رسټورانټونو کې هندي موسیقۍ ډیره چلیږي نه غربي. په افغانستان کې د مایکل جیکسون د سندریز سبک پ� �ویان او د هغه د آواز مینه وال وایې چې دوي به هیڅ کله هم جیکسن هیر نه کړي، ځکه نوموړی ډیر مشهور او د افسانوي غږ درلودونکی سندرغاړی وو. د افغانستان په څير یوه دود پاله هیواد کې چې زیاتره کورنۍ پکې غربي سندرو ته په سپک نظر ګوري دا عجیبه خبره ده چې په یوه تفریحي پارک کې یوه ځوانه ښځه د مایکل جیکسن په یادونو پسې اوښکي تویوې. مرضیه چې وایې تر اوسه یې مایکل جیسکن له تلویزیوني پردې پرتله بل چیري نه دی � �یدلی خو هیله یې لرله چې یو ځل د هغه په ژوندي کنسرټ کې برخه واخلي لیکن اوس یې په خدای سوګند یاد کړ چې د موقع د برابریدو په صورت کې به حتمي او ظروري د مایکل جیکسن قبر ته ورځي او د ګلانو ګيډۍ به پرې ږدي. د افغانستان � �سنیو د مایک جیکسن د مړېنې خبر تر پراخ پوښښ لاندي ونیوه. د طالبانو د حکومت له پرزیدو وروسته افغانستان د انټرنیټي او ټلیفوني سیستمونو له لاري له نړیوالي ټولني سره ډیر نږدې شوی او د نړۍ په هره برخه کې واقع شوي پیښه په ډیره چټکۍ او له ځنډ پرته تر افغاني رسنیو پوري را رسیږي. طلوع، � �ریانا او شمشاد خوصي ټلویزیوني چینلونو په خپلو څو خبري ساعتونو کې د مایکل جیسکن د میړني خبر څو څو ځ� �ي خپور کړ او د مایکل جیکسن د مړینې د خبر په اوریدو سره د هر هغه افغان په ذهن کې چې د م ایکل د ژوند په اړه یې معلومات لرل مثب او منفي انځورونه را برسیره شول. د مرضیې په څير ځينو نجونو خو یوازي د مایکل جیکسن د ژوند په مثبت اړخ فکر کاوه خو ځينو افغانانو بیا په مایکل جیکسون هغه وروستي � �ګیدلي تورونه یادول چې نوموړی یې له سختې ټولنیزې بي اعتبارۍ سره مخ کړی وو. په تیرو پینځو کلونو کې په جیکسون داسي داسي تورونه لګیدلي ول چې ګواکي له کم عمره ماشومانو سره یې ناوړه جنسي اړیکي نیولي او دغو تورونو نوموړی تر ډیره بریده په عام محضر کې له را څرګندیدو منع کړی وو. که څه هم د مایکل جیکسن د م ړینې اصلي لامل د هغه د زړه دریدل په ګوتو شوي خو دا به وروسته روښانه شي چې د پاپ موسیقۍ دغه سلطان په قصدي ډول او که یا هم په طبیعي مرګ خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شاوخوا دې چې څوک وليدل ويې وژنه !", "output": "شاوخوا دې چې څوک وليدل ويې وژنه ! د میوند فدا لیکنه له ډېره وخته مې د بې ګناه خلکو د وژنو په اړه اوريدل دې رسنيو له لارې مې تعقيبول خو په هغه ډول مې زړه کټ مټ نه منل ځکه چې ما امريکايان له نږدې ليدل چې د عامو وګړو سره د دښمنی کومه څرګنده نښه پکې نه ښکا� �يده، کله کله به مې له خپلو ملګرو سره چې دوی به ټينګار کاوه چې امريکايان بې ګناه خلک سلا بلا وژني خبرې ترخې کړې، ما له امريکايانو سره دنده درلوده يو نيم وخت به له کمپ څخه د باندې هم ددوی په کتار کې ورسره ووتم او خلکو ته به مو دې مرستې شيان وېشول، يوه ورځ په همدې نيت له کمپ څخه ووتو او يوه کلي ته لاړو د مرستو له وېشولو و� �وسته د بېرته راتګ په حال کې ؤ چې ناڅاپه يو ګړز شو سر مې د موټر له چت سره ولګيد خو د خدای فضل ؤ ماين کمزوری ؤ هېڅوک ژوبل نه شؤ او نه موټر ته کوم زيان ورسيد په همدغه موټر کې چې زه ناست وم دې کتار مسؤل هم ؤ چې رتبه يې ب� �يدمن وه ده پخپل ګنر ( د موټر په سر ناست کس چې غټه ماشينګڼه ورسره وي ) غږ وکړ ( شاوخوا دې چې څوک وليدل ويې وژنه ) زړه مې وښوئيد حيران پاتې شوم چې دلته خو به لاروي په لاره روان وي، نېږدې کورونه دي له دې نه به څوک راوتلي وي، يا خدايه له دوی سره مرسته وکړه ، ګنر لکه د وږي سپي يو خوا بلخوا ماشينه تاو راتاو کړه خو له نېکه مرغه م اښام مهال ؤ هېڅوک هم نه ول خوشال شوم شکر مې وکيښ خو سم دې واره مې پام شو چې ښه دلته او اوس خو څوک نه ول که وای نو بيا ؟ او دا کتار يوازې نن او يوازې پدې کلي کې نه دی دا ډول په سلګونو کتارونه دې افغانستان په سلګونو ک� �يو کې شپه او ورځ ګرځي، ماينونه پرې الوځي، کمينونه خوري، ددوی شاوخوا ته عام خلک وي ځکه کومې لارې چې عام خلک کا� �وي په همغه باندې دوی هم تګ راتګ کوي، نو هلته به څه حال وي ؟ ددوی څېرو ته ځير شوم چې ايا دوی دا کار له ډاره وکړ چې ځينې وخت د دولت مخالفين وايي په فلاني ځای کې له ځانمرګي بريد وروسته امريکايانو بې ګناه خلک د ځان له ډاره ووژل ، خو ماته دلته هر څه اپوټه په نظر راتلل ددوی په څېرو کې يو ډول غرور ما وليد چې ماته يې د حال په ژبه داسې ويل ( په نړۍ کې داسې څوک نشته چې زموږ مخې ته ودريږي که څوک دا جرائت وکړي موږ به يې له مخې تباه کړو، موږ له هر چا لوړ يو. موږ د پښتنو پېغلې بې ستره کوو خو هېڅوک دې په هېڅ ډول موږ د کسات زړه نه ښه کوي....)دا زما د سترګو ليدلی ؤ چې نوره تبصره پرې نه کوم خو دومره خامخا وايم چې که طالبان په زغرده وحشت کوي خو غربيان يې دې بشر د ازادی تر � �عار لاندې او پرمختللي انسان په جامه کې کوي . خدای دې زموږ په بې دفاع ملت ورحميږي. امين ميوند فدا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جمعه خان همدرد: افغان او مسلمان ته رایه ورکړﺉ", "output": "د پکتیا والي جمعه خان همدرد په دوبۍ کې د پکتیاوالو یوې سل کسیزې غونډې ته په وینا کې له هغوي څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو ټاکنو کې افغان او مسلم ان سړي ته رایه ورکړي. که څه هم د ټاکنو لپاره تر اوسه کوم کافر او غیر افغان کس ځان نه دی نومولی خو ښاغلي همدرد په غیر مستقیمه توګه خلیلزاد ته اشاره وکړه. په دغه غونډه کې د بغلان والي محمد اكبر باركزى ، د پكتيا ولايتي شورا رئيس او غړي ، په سويل ختيځ زون کې د ملي پخلاينې د كمېسيون مشر مولوي حبيب الله منګل او ورسره پ� �اوى ور بلل شوي وو . د افغانستان د اساسي قاون له مخې په ټاکنو کې له افغان پرته څوک ګډون نه شي کولای خو همدرد داسي یوه کس ته اشاره وکړه چې ګواکي افغان او مسلمان نه دی خو په ټاکنو کې ګډون کوي. دغه غونډه تر هغې غونډې څو ورځي وروسته تر سره شوه چې د خلیلزاد په مشرۍ په دوبې کې دافغانستان د امنیت د ډاډ تر نامه � �اندي جوړه شوي وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريکا له عراق څخه خپل ٤٠٠٠ سرتېري اوباسي", "output": "په عراق د امريکا د متحدو ايالتونو جګ پوړى پوځي چارواکي جنرال ډيويډ پتريوس په دغه هېواد کې د امنيت د ټينګښت لړۍ ناکامه بللى. نوموړي دامريکايي سرتېرو تر عنوان لاندې د يوه ليک په لړ کې وويل د عراق سياسي مشران د دغه هېواد د کنګرې له خوا عراق ته د اضافي س� �تېرو د لېږلو په لړ کې ټاکل شوو موخو ته لاس رسۍ نه دى موندلى.د امريکا دغه پوځي چارواکي په هغه ليک کې چې په خپل ويبسايت کې يې خپور کړى دى چې په عراق کې د سياسي پرمختګونو ته د لاس رسي لپاره اوړى يو مناسب فرصت و، خو هغه ډول چې اټکل کېده پرمختګ نه دى ترسره شوى. په عراق کې د 30 زرو امريکايي سرتېرو له ورننوتو وروسته اوس مهال په دغه هېواد کې د مېشتو امريکايي سرتېرو شمېر 168 زرو کسانو ته رسېږي. د پنج شنبې په لړ کې امريکايي رسنيو د دغه ام ريکايي چارواکې له خولې ويلي و، چې نوموړى په نظر کې لري چې 4 زره امريکايي سرتېري له عراق څخه اوباسي. خبريالان وايي د امريکا دولت هيله من دى نوموړي کمونې وکولاى شي له عراق څخه د امريکايي ځواکونو د بشپړو ايستلو په اړه د دموکراتانو له فشار څخه کم شي. په همدې حال کې د امريکا د متحدو ايالتونو جمهور رئيس ټينګار کړى دى چې له عراق څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ايستلو د پرېکړې لپاره په عراق د امريکايي ځواکونو مشورو ته پاملرنه وکړي د وا� �نکټن سياست والو ته."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زه تاسي ته دپاڼي ددوهمي کاليزي له امله مبارکي وايم", "output": "ګرانو بېنواوالو له بدوسترګوپه امان سئ ستاسي دوه کلن فرهنګي فعاليت چي ديوه ټاکلي پروګرام له مخي موسرته رسولی دئ ، له ځينونيمګړتياوو سره سره دستايني وړدئ . نيمګړتيا له عمل سره تل ملګرې وي . ستاسي ارمان ، ستاسي تلاښ اوستاسي ګرانو بېنواوالو له بدوست� �ګوپه امان سئ ستاسي دوه کلن فرهنګي فعاليت چي ديوه ټاکلي پروګرام له مخي موسرته رسولی دئ ، له ځينونيمګړتياوو سره سره دستايني وړدئ . نيمګړتيا له عمل سره تل ملګرې وي . ستاسي ارمان ، ستاسي تلاښ اوستاسي هيوادپالنه وه� �افغان ته څرګنده ده . خدای دي پرښو کارونونورهم توفيق درکړي . افغاني ټولني ته دبې اتفاقۍ وړ(ميکروب) ډېرژر نفوذ کولای سي . هڅه وکړئ چي ددغه وړمخه په تدبير، دوربينۍ او هوښيارتياسره ونيسئ . ستاسي دپاڼي ژبه يوڅه پاملرنه غواړي . ګرامري ، اواملايي تېروتني پکښې کله کله ليدل کېږي خوهغه بايدداسي تلقي نه سي چي خدای مه کړه ستاسي نو� �ګټورفعاليت ترسيوري لاندي راولي . زه اوس په دې موقعيت کي نه يم چي ستاسي په پاڼه کي کارول سوې پښتو نقدکړم . داکاربه بل وخت ته پرېږدم . سمدلاسه مي د(کابل کي ، کندهار کي ، لندن کي ) عبارتونه ترسترګوسم نه ښکاري . که ( په کابل کي ، په کندهار کي ، په لندن کي) وليکل سي ، دپښتوژبي له اصولوسره به سمه ليکنه وي . زه نه پوهېږم چي دغه بدعت ولي دومره عام سوی دئ . زه تاسي ته دپاڼي ددوهمي کاليزي له امله مبارکي وايم اودنور ګټور فعاليت له پاره دحوصلې موندلو اوپرستونزوباندي دبري دوعا کوم . پاک خدای موښه وساته . م . هوتک"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ټاکنو خپلواک کمیسیون: په راروانو ټاکنو کې به هرو مرو درغلي وي", "output": "میرویس جلالزی د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن خبر ورکړ چې د افغانستان په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې به هرو مرو درغلي او تقلب موجود وي.دغه خبره د کمیسیون غړي نورمحمدنور وکړه.نور وویل چې شته داسي کسان چې تقلب او درغلي ته لمن وهي خو دغه درغلي به د تیرو ټاکنو پر مهال د شویو درغلیو په پرتله ډیري نه وي.دا په داسي حال کې ده چې پرون د افغانستان د بشردحقونو د خپلواک کمیسیون مشرې میرمن سیما ثمر هم په ټاکنو کې د درغلیو په اړه خبرداری ورکړی وو.میرمن ثمر وویل چې په ځينو سیمو کې یوه کس حتی څلور او پینځه کارټونه اخیستي او دا امکان شته چې نوري ټګۍ او برګۍ هم د ټاکنو پر مهال صورت ومومي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نڅاګره", "output": "نڅاګره عبدالقديم وياړ نڅاګره چې شونډې مسکې کړي نڅاګره چې سپينې ليچې تاو را تاوکړي په هرڅرخ کې ملا کږه وږه کړي سترګې خمارې څيره خوږه کړي نڅاګره څه غواړي؟ نڅاګره کوډګري ښيی نڅاګره په هر حرکت اوخوځښت په خندا ناز او ادا کې يو پيغام لري غواړي له ليدونکي زړه يوسي دغمونو هيرول وروښيی نڅاګره غواړي په څرخونو اوحرکتونو ليدونکي ته دا ووايي چې: ژوند په انديښنو نه ارزي دڅوشيبو لپاره په ما مين شه ځان هيرکړه او ستا دا لنډکی ژوند دغم لپاره نه دی چهارشنبه د1387 لم� �يزکال دمرغومي يوولسمه وزيرمحمد اکبرخان مينه_لمرټلويزون"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ائتلافي ځواکو دوې پوځي چورلکي لوېدلي دي", "output": "نن د عراق په شمال کښي د ائتلافي ځواکونودوې پوځي چورلکي په ناڅاپي ډول راولوېدې ؛ چي له امله يې پنځه پوځيان ژوبل او دوه نور ووژل سول .ائتلافي ځواکونو په دې اړه نور مالومات ور نکړل؛ خود پيښي علت يې په هواکښي خپل منځي –ټکر وښودئ؛ چي په اړه يې پلټني پېل کړي دي .ياغيانو د تېر يوه کال په ترڅ کښي اته چورلکي چي شپږ يې پوځي او دوې نوري يې د يو امريکايي شخصي امينيتي شرکت وې راغورځولي دي چي پکښي اته ويشت امريکايي تبعه عسکر وژل سوي ول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ځانوژونكي پاى ( The End of Suicider)", "output": "ليكونكى ــ بيرى بيرك د نيويارك تايمز پياوړۍ خبريالد يوې ډبرنې غونډۍ په څنګ كې چېرې چې دوه تنګ مستطيل ډوله قبرونه جوړ شوي وو، د هغو دوو جسدونو لپاره چې د وينوپه ككړ كفن كې پېچل شوي وو، انتظار كاوه ـدغه دوه كسان د نورو عادي انسانانو په څېر له فاني دنيا څخه د سفر يا تګ په پلمه خپل ژوند ته د پاى ټكى ايښى و ـ يوازې كابل ښار د دې جنازې د مراسمو شاهدي و� �كوله، ځكه هېڅ يوه ملا د دې هدېرې مشري نه كوله، تر څو له هغوى سره د فاني دنيا د سفر كولو مخه ښه وكړي ـ يوه قبر كيندونكي په خندا وويل: له دغو مړو څخه يو يې ډېر كوچني قبر ته اړتيا لري ؟له دې دوو جنازو څخه هغه يوه يي چې غټه تر سترګو كېده، د خامير په نامه د يوه زاړه سړي جنازه وه، دغه خوار كس چې د يوه ناڅرګند دليل له امله مړ شوى و او هېڅوك يې نه درلودل نو جنازه يې د اسلامي اصولو پر بنسټ د مجبوريت له مخې خاورو ته سپارل كېده، خو دويم كس ناڅرګند و ځكه د هغه تنه نيم ه وه، يوازې يې نيمه برخه سر، راسته لاس او پښه ښكارېده، د ده د خاورو سپارلو مراسم خاص مفهوم نه درلود ځكه دى يو ځانوژونكى يا انتهار كوونكى و ـد قبر كيندونكي مشر وويل: پر قبرونو باندې يې ډبرې وشيندئ او خاوري و� �باندې واچوئ چې پټ شي ـپه كابل كې د ځانوژونكي د جنازې بهير په يوه د ډاډ وړ ځاى او وخت كې تر سره كېږي او دلته دغه هېرېدونكى پاى د ډېرو په باور يو نه بخښونكى عمل دى، البته د يوه ځانوژونكي د ټوټو ښخول د هغه د وير اچونې يعنې ځان چاودنې په پرتله اسانه كار دى ـ په افغانستان كې د وروستيو اتلسو مياشتو راهيسې د يو سلو دري نيوي ځانم� �ګي بريدونو رپوټ وركول شوى دى ـ تاكيد پر ټروريزم يا وير اچونې د ډېرو ملتونو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته كړې ده ـطالبان او يا نورې وسله والې ډلې ښايې لږ سيمې په ولكه كې ولري خو د هيواد لپاره يو درد سر دى ځكه د دوى په بيا_بيا ځانمرګي او چريكي بريدونه، د سړك د غاړې د ماينونو ايښودنه او وژنو باندې سترګې نه پټېږي او دا يو څ� �ګند حقيقت دى، ځكه دغو پېښو د وېرې او ډار فضا رامنځ ته كړې ده ـ د همدې بريدونو له امله سفر كول محدود حتى بند شوى دى، د پرمختګ بهير يې ورو كړى او بالاخره د خلكو اعتماد يې _چې پر دولت باندې يې لري_ تر پوښتنې لاندې راوستى دى � �هغه ملت چې خپل راتلونكي ته چې نږدې دېرش كاله جګړه يې تر شاه پرې ايښې وي نو پاى به يې څه وي؟د انتهار كوونكو له تنظيمونو څخه څرګندېږي چې دا لړۍ نه ختمېدونكې ده او د شمېر معلومول خو يې له تصوره بېخي دباندې خبره ده ـد افغانستان ټلوېزيون د ملي دفاع وزارت په غوښتنه ځانمرګى بريد يو منسوخ عمل ښيي، د ټلوېزيون د پردې پر مخ يوه ډ� �امه ښودل كېږي، په ډرامه كې يو كس ژر_ژر د يوه قبر څنګ ته ځان رسوي تر څو د جنازې په مراسمو كې ګډون وكړي خو كله چې ده ته ويل كېږي چې مړ شوى كس ځانوژونكى دى، په دې وخت كې ملا خپل لاسونه ښوروي او په كرار كرارتر شا كيږي داسې ښيي چې دى غلط ځاى ته تللى دى ـنوموړى وروسته زياتوي : موږ ته نه دي ويل شوي چې د ځانوژونكي د جنازې په م� �اسمو كې ګډون وكړو ـ موږ مسلمانان يو او اسلام موږ ته هېڅكله اجازه نه راكوي چې خپله او يا د بل مسلمان وينه په ناحقه سره توى كړو ـپه دې خبرې باندې تر اوسه لا د ديني علماوو تر منځ اختلافات دي چې ځانوژنه يو څه ډول عمل دى، په دې ليكنه كې هم عمومي او توده موضوع اشاره دغې مناظرې ته ده ـځينې په دې باور دي او عقيده لري چې ځانوژنه يو سرښندونكى (_د شهادت مقام_) عمل دى چې عملي كوونكى يې د الله ج له خوا د جنت له نعمتونو څخه برخمن كېږي ـپه كابل ښار كي يو ملاچي نوروالحق نوميږي وايي : ځانوژنه په اسلام كې حرامه ده خو زه د دې قضاوت نه شم كولاى چې ووايم هغه څوك چې ځان وژني، دا يو نامشروع عمل دى او كه ريښتينى جهاد؟په كابل ښار كې د دې ملا مسجد چې د فضل بيك په نامه يادېږي د كمپنۍ سړك ته څېرمه پروت دى، چېرې چې د جون پر شپاړسمه نېټه يوه لارۍ چلوونكي خپل ځان يوه نظامي كاروان ته نږدې والوزاوه، په دغه پېښه كې د ځانوژونكي په ګډون پينځه تنه ووژل شول چې څلور تنه يې لارويان وو، له ځانوژونكي څخه د پېښې په ځاى كې يوازې راسته اوږه او پښه پاتې وه ـدنيوي حالت ته په كتو سره د ځانمرګي پاتې شوي غړي څېړنې او تحقيق ته اړتيا لري، د افغانستان حكومت د دې غړو د څېړنو بشپړه وړتيا نه لري او ورته عاجزه دى ـد جنازې د ښخولو په مراسمو كې د ګډون اجازه له عامې روغتيا وزارت، د كورنيو چارو وزارت، د بين المللي امنيت مسوولينو او كابل ښاروال څخه اخيستل كېږي او بيا خاورو ته سپارل كېږي ـمهتاب الدين احمدي د كابل ښار د كلتوري څانګې مسوول وايي چې د ځانوژونكي د ښخولو لپاره موږ يوه طريقه لرو، د هغه د جنازې مراسم په محرمانه � �ول زموږ د ادارې له خوا برابرېږي، مړى د اسلامي اصولو مطابق لومړى مينځو يعنې غسل وركوو او وروسته يې ښخوو چې د لمانځه لپاره يې يو ملا هم موجود وي، خو كله چې ده خبرې راته كولې، په دې مهال كې د ده يوه مرستيال په ادبي ډول د سر په اشاره پوه كړ او خبرې يې وراصلاح كړې چې دفعتاً يې خپلې خبرې بېرته واخيستې او ويې ويل : _زه اصلاً نه پوهېږم چې څنګه بايد مخ ته لاړ شم، خصوصاً د ځان وژونكي غړي لومړى طبي معاينې ته لېږل كېږي_.ډاكټر محمدحسن شېرزى له پاتې شوي غړي څخه نمونه د څېړنې لپاره واخيسته او راته ويې ويل: موږ د تحقيقاتو لپاره محدود سامان الات او مسلكي كسان لرو، موږ د ډي ـ اين ـ اې _هغه ټيسټ يا معاينه چې په هغه سره د مړه جسد هويت څرګندېږي نلرو_ د معاينې لپاره هېڅ ډول سهولت نه نسته، په داسې حال كې چې پوليس د جسد د هويت پېژندلو لپاره زموږ څخه معلومات غواړي، هغه څېړنه _چې موږ يې دلته تر سره كوو_ خورا محدوده ده ـد ډاكټرشېرزي مرستيال د يخچال المارۍ پرانيسته او جسد يې په يوه سلايډ كې راتاو كړ، د څېړنې لپاره يې چي په يوه پلاسټيك كې ځاى پر ځاى شوى و اماده كړ ډاكټر شېرزي طبي نتيجې ته اشاره وكړه او ويې ويل : دغه كس نارينه دى او د وينې ګروپ يې راښيي چې ښايې د دېرش_پينځه دېرش كالو پورې د عمر خاوندوي ـجسد د څېړنې په مركز كې تر يوولس ورځو پورې ساتل كېږي او دا هغه وخت دى چې يو څوك يې د وړلو ادعاكولاي � �ي د ښخولو اجازه يې د كلچر يا كرلو تر څېړنو او د پوليسو او استخباراتي ادارې تر معلوماتو وروسته وركول كېږ ي، لنډه دا چې جسد په پاى كې د امبولانس په واسطه د ښخولو لپاره يوې پټې هدېرې ته لېږدول كېږي ـ هغه سپين رنګه ام بولانس _چې جسد پكې لېږدول كېږي_ پر دواړو خواوو يې په تورو كرښو ليكل شوي وه چې د پاكستان له خوا افغانستان ته په مرسته كې وركول شوى، تورو له ورايه دا شاهدي وركوله چې دا موټر د پاكستان له خوا افغانستان ته د مرستې په نامه وركول شوى دى ـډاكټر شېرزي دغو پټو ته په كتو وويل : چې تاسو وګورئ څومره يوه غولوونكې پېښه او تصادف مرسته او تخريب كوونكي دواړه له يوه ځايه راروان دي، مګر افغانان نه پوهېږي چې ځانوژونكى له كومه ځايه راځي ـحقي� �تاً هم د كابل په استخباراتي ادارو كې چېرې چې په دوامداره توګه په زيات شمېر ياغي طالبان زنداني كېږي، د دې ادعا ثبوت كوي چې افغان دولت دې پر ګاونډي هيواد پاكستان بدګمانه شي ـپاكستان تاكيداً همېشه داسې مخامخ او سپينې ادعاوې ردوي خو په دې كې هېڅ شك او شبهه نشته چې زيات شمېر ځانوژونكي له دې هيواده راځي ـ دلته چارواكي ژو� �ناليسټانو او خبريالانو ته په خپلو زندانو كي له بنديانو سره د مركې كولو اجازه وركوي ـ زندان چې يو كوچنى ځاى دى، دننه پكې زياتې كوټې موجودې دي، څه موده وړاندې افغاني چارواكو اعلان وكړ چې دوى يوولس پاكستانيان او څوار� �س افغانان نيولي او د ځانمرګو بريدونو مخه يې نيولې يعنې دا حملې يې شنډې كړې دي ـ له دغو كسانو څخه دوه تنه _چې د جون مياشتې پر اتلسمه نېټه نيول شوي وو_ پاكستاني اتباع وو ـ له دغو دوو تنو څخه يوه يې چې اوولس كاله عمر درلود او ځان يې فرمان الله راوپېژاند راته وويل : _زما هدف د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى و_.سره له دې چې ده د خپلو خبرو او فعاليتونو په بيانولو كې څه مبالغه كوله خو له خبرو يې ښكارېده چې پر خپلو كړو باندې پښېمانه دى، ده داسې ښودله چې د خپلو احساساتو ښكار شوى دى ـ ده زياته كړه چې پاكستاني طالبان زموږ ښوونځي ته راتلل او موږ يې جهاد ته تشويق كولو، دغو طالبانو راته ويل چې كه چېرې تاسې په جهاد كې برخه وانخلئ نو دوزخ ته به لاړ شئ او هېڅكله به مو د جنت حرې او غلمان په برخه نه شي ـ دغه كس وړاندې زياته كړه چې خپل ځان مې ځكه استخدام كړ، چې كله مې نوم له دوى سره وليكئ، وروسته تر هغه د پاكستان په قومي علاقه كې د ځانوژونكو په يوه مركز كې تعليم راكړل شو ـخو كله چې فرمان الله ونيول شو نو هله يې عقل سر ته راغى او پوه شو چې هغه د سياسې لوبې ښكار شوى دى، همدارنګه ده په خبرو كې وويل :چې موږ ته ويل شوي وو چې په افغانستان كې ټول خلك كافران دي، حال دا چې حقيقت بل ډول دى او خبره داسې نه ده � �د فرمان الله بل ملګرى عبدالقدوس چې دى اوولس كاله عمر لري، له ده سره په عين جرم زنداني شوى دى خو نسبت د ف� �مان الله خبرو ته د ده خبرې يو څه توپير درلود، عبدالقدوس وايي: دى په پېښور كې د يوه تجار زوى و او � �ه يوه شخصي ښوونځي څخه په پېښور كې فارغ شوى دى، دا چې دى به څومره په خپلو خبرو كې صادق وي خو د ده له كړو څخه ډېر ارام ښكارېده ـعبدالقدوس زياتوي، _ما د پاكستان سرحدي ايالت په يوه مدرسه كې داخله واخيسته، زما په خوښه له همدې مدرسې څخه وروسته تر دې چې سترګې يې راوتړلې، ډېر ليرې د ځانوژونكو تعليمي مركز ته يوړل شوم او له نو� �و ځوانانو سره _چې شمېر يې شل تنه و_ هلته څلوېښت شپې واوسېدو_.دى زياتوي چې د ځانمرګي لپاره دوه ډوله بمونه دي، يو يې سويچ لري او بل يې د لاسي بم په شان كيلي لري، چاودېدونكي توكي په واسكټ كې ځاى پر ځاى كېږي چې كاملاً مطمئن وي، غټ بم يوولس كيلو ګرامه وزن لري او كوچنى يې شپږ كيلو ګرامه دى ـعبدالقدوس دغه جوړ شوي بمونه په يوه بكس كې ځاى پر ځاى كړي وو او د افغانستان پر لور راتلئ چې په جلال اباد كې د پوليسو له خوا ونيول شو، دى هم په بل تور نه و نيول شوى بلكې د ده جهادي لېوالتيا او شوق په تور چې هغه په افغانستان كې جهاد و ـلومړى دى په دې خوابدى و چې ولې يې خپل عمل _ځانوژنه_ نه ده تر سره كړې خو وروسته يې بيا پښېماني او بخښنه غوښته ـپه تعليمي كمپ كې مې غوښتل چې خپل ځان احساساتي وښيم ځكه هغه فلمونه چې موږ ته ښودل كېدل ټول يو جانبه وو او له حده زيات افراط پكې شوى و، خو اوس چې دى خوښ دى نو اراده نه لري چې د افغان حكومت چارواكي ووژني، خو د جهاد او ځانمرګي فكر يې اوس هم په � �هن كې دى ـدى زياتوي، _امريكايان اوس هم مسلمانان وژني، له همدې امله زه د امريكايانو په وړاندې د جهاد كولو په مبارزې باندې باور او عقيده لرم ځكه ځينې شيان شته چې د هغوى ارزښت تر مرګ ډېر دى_.تر ده مخكې ډېرو نورو ځوانانو هم خپل ژوند په دې لار كې وقف كړى دى ـهغه موټر چې موږ يې زندان ته رسولي وو، د كابل پر لور حركت وكړ او هغه ځاى ته راغى چې د پرديو له خوا ولكه شوى و چېرې چې د سعادت او نېكمرغۍ پر ځاى د ځانمرګي وهم خپور و ـد وېرې څ� �ګندې نښې پر ولكه شوې سيمه باندې لكه سخت او پياوړي سنګرونه، د چاودنې ضد دېوالونه، چارچاپېر تاو شوي اغزن مزي _لين_، په نوي او عصري وسلو سمبال محافظين، اتومات ماينونه او د تلاشۍ پوستې د دې ادعا ښكاره او څرګند ثبوت دى � �وروسته تر دې زموږ موټر د كنډوكپر او له خاورو ډك سړكونو په تېرېدو سره د ښار يوې څنډې ته ورسېد، هغه سيمه چې توپاني باد پكې چلېده او قبر كيندونكو يې په بې صبرۍ انتظار كاوه، ولې هر څه اماده نه دي غلام سرور غوښتنه وكړه : د دې سيمې خلك ډېر زيږه او خشن وو، يو پر بل يې ملنډې وهلې او مسخرې به يې كولې، تا به ويل چې مړى يې موندلى دى، هغه حرمت چې دوى مړي ته وركاوه، هغه يوازې د مړي د كښته كېدو پر مهال ډورۍ ته د دوى د ټوكو ټكالو بنديز و ـكله چې د بېچاره زوړ سړي مړى ډورۍ ته كښته شو نو د ښار د كلتوري څانګې استازي خواجه نورالدين ژر_ژر تر ژبه لاندې په څه ويلو پيل وكړ، _الله ج ستر او يو دى او محمد ص د هغه پيغمبر دى_.خو كله چې ځانوژونكى قبر ته كښته شو، يوازې هغه توند باد و چې دغه چوپتيا يې ماته كړه، وروسته تر دې چې توږل شوې اوږدې پرښې پر قبر باندې كښېښودل شوې او درزونه يې په شګو سره پټ شول، په ځمكه كې دغه جوړ شوي مستطيل ډوله قبرونو باندې خاورې او خټې _چې د يو څو ګېلنو اوبو په واسطه لمدې شوې وې_ واړول شوې ـكله چې ټول كار پاى ته ورسېد، ښاغلي نورالدين له خپلې كورتۍ څخه خاورې وڅنډلې، لومړى د ځانوژونكي د قبر څنډې ته او بيا د مسكين زوړ سړي قبر ته ودرېد او له ياده يې د څو قراني اياتونو په ويلو پيل وكړ، تر تلاوت وروسته ده په حيرانتيا وويل : چې دغه ټول هغه څه وو چې د اسلامي اصولو مطابق د هغه ځانوژونكي چې خپل ځان يې دې كار ته ګمارلى و، تر سره شول ـخو نورالدين څرګنده كړه، _دغه ځانمرګى چې اوس له دې نړۍ څخه تللى، پر خپلې كړنې پښېمانه نه دى، ځكه ده دا لار په خپله خوښه ټاكلې وه_.بالاخره ده د خپلو خبرو په پاى كې وويل چې دغه كس هم يو انساني موجود و ـ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محموداحمدي نژاد: کرزیه مبارک د شه", "output": "میرویس جلالزی د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد دجمعې په ورځ له خپل افغان سیال حامد کرزي سره په ټلیفون خبري وکړي او هغه ته یې په انتخاباتو کې د بیاځلي بریالي توب له امله د ایران د ولس په استازي توب مبارکي وویله. د ایران د بهرنیو چارو وزارت څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر حامد کرزي او احمدي نژاد د دواړو هیوادونو په علایقو هم خبري کړي دي. احمدي نژاد په داسي حال کې له حامد کرزي سره ټلیفوني خبري وکړي چې یوه ورځ دمخه د افغانستان په غربي هرات ولایت کې پولیسو د وسلو داسي یوه محموله تر لاسه کړه چې ویل کیږي له ایران څخه هرات ته را لیږدول شوي وه. د هرات پولیسو که څه هم په ډانګ پيلې توګه و نه ویل چې دغه وسله له ایران څخه راغلي خو د امریکې د پوځ یو شمیر چارواکو سې ان ان ټلویزیون ته ویلي چې دغه وسله د ایران ساخت ده او د افغانستان په لویدیځ کې دولت ضد عناصرو ته لیږدول شوي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د چاپان نيمايي ميرمنې اولاد نه لري .", "output": "د جاپان خبري رسنيو نن د دغه هېواد دروغتيا وزارت له خولې ليکلي ، چې ددغه هېواد څه ناڅه نيمايي ميرمنې چې د ٣٠ کلونو په شاو خوا کې عمر لري ،هيڅ اولاد نه لري او سياستوال يې دم ګړۍ له يوې بيړنۍ ستونزې سره مخامخ کړي دي.چاپانى چارواکو پنځه راتلوونکى کلونه د وګړود کمښت د مخنيوي د هلوځلو په لاره کې ډير مهم بللي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښکلې شېبې ---------", "output": "خبـــــــــــــــــــــــــــرې چې � �ايادې بيا د يار شيزړه مې شي بيګاره ټول بدن انـــــــګار انــــــــګار شي داسې شم بې واکه لــــــکه اور کې چې زه سوزم ډکې مې شي ستـــــرګې، پکښې اوښکې مــې انبار شي روانې مــې بيا اوښکې شي پرمخ سيلاب سيلاببې خوده شم بې حاله شم جنون پرې باندې بـــــــار شي لاړ شمه يوې خواته چـــــــــــې چوپه او چوپتيا وي ځان کړمه مشغول پر هيڅ او هيڅ مشغول پر مـــــا شي ښکلې د وصال شيبې مې سترګو کـــــې راګرځي مسکی شم، صحرایی شم ليونتوب مــــــــې را بيدار � �ي عشق او محبت دين او مذهب کړه ای مســــعوده! پريږده ليونتوب کــــــی چې منصور سر دې په دار شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سولی جايزه ولی سمیع الله تړون ته ورکړل شوه؟", "output": "د بینوا ويبپاڼه کی تر اوسه دوه مضامین د پورتنی عنوان په اړه نشر شوي دي. یو مضمون د تړون صیب په مخالفت کی وو او یوه یی هم د هغه م لګرتیا کړیوه. ما هم په دې اړه څه لیکل د وخت ضایع کیدل ونه بلل او لاندی مضمون می ولیکه. ګرانو وروڼو: سوله داسی یو نعمت دی چی په طبعی ډول د هر انسان خوښيږی. خو کله کله ځنی انسانان ورڅخه داسی بی برخی شی چې سوله ورته د ا نځر ګل شی لکه اوس چې افغانانو ته د انځر ګل تری جوړ شوی دی. خو سوله مونږ له لاسه نه ده ورکړی بلکه زمونږ نه وړل شوی ده. په زور او جبر وړل شوی ده، هغوی دلته راغلی وه او راغلی دي او سوله یی راڅخه وړی ده، په جنګ یی وړې ده، په ظلم یی وړی ده، د وینو په بدرګه یی وړي ده................ وروڼو د افغانانو جنګونه د سولی لپاره دي، مونږ د سولی لپاره جنګیږو مونږ کله هم د چا کور ته نه یو ورغلی، هغوی راغلی، ګوډاګیان یی پرمونږ واکمن کړی، او تش په نامه پوځ راته جوړ کړی او بیا مو په همغوی وژنی. مونږه جنګ نه کوو خو جنګ په موږ راوتپل شی د پلار نیکه د شملی ننګ په موږ راوتپل شی (مطیع الله تراب) د تړون صیب شاعری د همدی جریاناتو یوه برخه ده. د هغه شعر د نننی ورځی ښه تصویر دی، نن همغه ښه شاعر دی چې د وطن ناخوالی انځور کړی او د ولس د زړه خبره وکړی، تاسو خو په م� �اعرو کی ولیدل چې څومره خلک تړون، ځواب او تراب بدرګه کوی، او بیا هغه درباری شاعران او نطاقان مو هم ولیدل چې د کرزی او شیرزی او د درواغجنی بیا ابادﺉ په باره کی یی شعرونه ویل او دهری خوا پری غږونه کیدل چې کینه خداې دی خوار کړه. امن غواړم زه د تشدد په لار خیر ته می د شر لاره نیولی ده (مقدرشاه مقدر) دا د شنو ست� �ګو او سرو څڼو جلی چا ویل د مینی جادوګره ده دا په اداګانو یی خطا وتلو بس د مرګونو سوداګره ده (تاند) ځانونه چې پری وساتی او نور خلک پری وخوری زموږ ددی مشرانو یو څو سپو ته ضرورت دی (هاشمی) خو که دا پړاو هم پای ته ورسيږی او دغه د زور میلمانه او د هغوی لاسپوڅی کډه وکړی نو که بیا د بل چا شاعری تر تړون صیب ښه وه بیا به د سولی جایزه هغه واخلی، خو په دی حساسو شیبو کی چې دافغانانو څخه امتحان اخستل کیږی همدا یو څو شاعران او یو څو نور ځوانان دی چې افغانی تاریخ ته د اوړو پوزه ږدی او که نه شل کاله وروسته به د پرنګیانو بچیان ستاسو د بچیانو څخه پوښتنه کوی چې زموږ پلرونه ستاسو وطن ته درغلی وو، هلته څوک نه وو چې جنګ یی ورسره کړې وای؟؟؟ په هر صورت تړون لا ځوان دی، د هغه حق دی چې ونازول شی او دکه مرګی پریښود شعر به یی لاخوندور شی. د سولی جایزه ورکړل شوی او د کوه نور الماس چا ندی ورکړی چی نور تری بی برخی شوی وی، که تاسو هم په کومه مشاعره کی د تړون او هغه ته ورته شاعرانو په اندازه خلکو بدرګه کړی او د نننی ښامار د زولنو څخه ونه ویریدې او د دربار د تحفو پرخلاف مو شعر وایه نو دی ځل به د سولی جایزه ستاسو وی، توری ډیری دی خو زړه د خالد غواړی ته خالد ځوی د ولید شه جهان ستا دۍ خو د تراب صیب په شعر خپل دا مضمون رالنډوم: ته نابلده یی دی کګلیچونو کی به وغورځیږی او دا تنګی شلم په دی کی کش په دی کی ناری لری دا وطن پرخی لری ګرګی لری ګاری لری زلمیه دلته ه� �اکو او چنګیز خان هلاک شو دلته مری د ګورګین پری شوه انګریزان هلاک شو د مغلیانو او سقاویانو نه تنی پاتی دی همدی ګرحڼو کی پرون دلته روسان هلاک شو سمیع الله تړون او نورو هغه شاعرانو ته چې د ملت د زړه خبره کوی، د لا بریالیتوب په هیله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په زابل کې د نوروز ورځ ولمانځل سوه", "output": "د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د ۱۳۸۸ لمریز کال لمړۍ ورځ د شیخ متي بابا (رح) د زیارت د جنډۍ په پورته کولو سره پيل شو. پدغو مراسمو کې د زابل د دولتي چارواکو تر څنګ لسګونو قومي مشرانو او مخورو هم ګډون کړي وو او په راتلونکي کال کې یې په هېواد کې د سولې د راتګ او بیارغونې لپاره دعاګانې کړي. د زابل مرستیال والي ګلاب شاه علي خیل چې یاده جنډۍ یې هم پورته کړه بېنوا ته وویل چې د نوي کال راتګ یې د یو نیک فال په توګه نیولی او هیله من دی چې ۱۳۸۸ کال به زابل د خلکو لپاره له خوښیو ډک کال وي. نوموړي د زابل ولس ته د امنیت ډاډ ورکړ او ویې ویل( امنیتي ځواکونو د سيمې امنیت نیولی او دزابل خلک کولای شي هر راز میلې او د خوښۍ محفلونه جوړ کړي). په زابل کې د نوي کال لمړۍ ورځ د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي چې پکې ځوانانو د اتڼ کولو، غیږي نیولو تر څنګ نورې میلي هم جوړوي په زابل کې میرمنې او نجوني هم د نوي کال په خاطر په سمسورو سيمو کې د سندرو او خوښيو محفلونه جوړوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اړیکو د څانګي مسول ته کاري موکه", "output": "دنده: د اړیکو د څانګي مسول د ادارې فساد پر وړاندي د مبارزې وزارت د خپلو مطبوعاتي چارو د لا ښه پر مخ بیولو لپاره د اړیکو د څانګي یوه مسول کارکونکي ته اړتیا لري.هغه کسان چې په دري، پښتو او انګریزي ژبو پوره تسلط ولري او د پوهنتون د فراغت سند هم په لاس کې ولري کولای شي چې دغې دندې ته ځانونه ونوموي. اداره: د ادارې فساد پر وړاندي د مبارزې ریاست د وکنسۍ نمبر: HR/ HOO/ UNDP/ ACT/ 003/ 2010 Announcing Date 2010-01-14 00:00:00 Closing Date 2010-01-26 00:00:00 تاسو کولای شي چې خپل اسناد په لاندې پته را ولیږي. Address: Kart- Seh, Duralumin Road Adjacent to Hababia High School, High Office of Oversight, First Building Second Floor Second Room. Kabul Afghanistan. Email: job@anti-corruption.gov.af or job_anticorruption@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندز: په بلجیمي سرتیرو ځانمرګی برید وشو", "output": "میرویس جلالزی نن د دوشنبې په سهار د کندز- بغلان پر لویه لاره د بهرنیو سرتیرو قافله د یوه ځانمرګي برید موخه وګرځیده. د کندز پو� �یسو وویل چې انتحار کونکي د بلجیمي عسکرو پر موټر ځان والوزاوه چې په پایله کې یې یوازي بریدګر وژل شوی او به� �نیو سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. برید د انګورباغ په سیمه کې له بمونو څخه د ډک شوي کرولا ډوه م وټر په مرسته سهار اوه نیمې بجې وشو. پرون هم په کندز کې د آلماني سرتیرو په یوه ټانک د راکټ لانچر ب� �ید شوی وو چې پکې یوازي ټانک ته څه نه څه زیان رسیدلی وو او مرګ ژوبله یې نه لرله. کندز د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې ورستیو کې یې امنیتي وضیعت خراب شوی دی. په ماین الوزول شوی بلجیمی ټانک"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لښكرګاه په زندان كي بنديانو اعتراض كړى", "output": "د لښكرګاه په مركزي زندان كي بنديانو په ګډ اعتراض لاس پوري كړى دى، دوى د زندان له سختي وضعي څخه شكايت كوي، د هلمند امنيه كوم ندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي په دې اړه يو هيئت ټاكل سوى دى چي د پېښي پلټنه وكړي، عيني شاهدان وايي چي د اعتراض پر وخت بنديانو غوښتل د زندان دروازه ماته كړي خو د پوليسو له خوا ډزي و� �باندي سوي دي چي له امله يې زنداني مړ او دوه ټپيان سول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیا: که پدرام محاکمه نه شي په ټاکنو کې به برخه نه اخلو", "output": "د غه لاريون كوونكو په يوه ناسته كي د لطيف پدرام د محاكمي غوښتنه وكړه ، د غه اعتراض كوونكو د لطيف پدرام پر ضد شاعرونه وركول او د هغه انځورونو ته يي اور ورته كړ، په دغه لار يون كي شاوخوا لسګونو تنو د پكتيا د اولس په استازيتوب برخه اخيستي وه، د لاريون په پاي كي يو دري ماده يي پريكړه ليك صادر شو ، په دي پريكړه ليك كي د لطيف پدرام د ګوند منحل كيدل او دده د محاكمي غوښتنه له مركزي دولت شوي وه. او د پكتيا د ولايتي شورا مرستيال ښايسته جان احدي وويل كه دولت دي قضيي ته پام ونه كړي د پكتيا ولس به په راتلونكي ټولټاكنو كي برخه وانخلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "٨١ تنه ، افغاني زندانيان خپلو کورونو ته ستانه شول", "output": "مرغومی ٢٧ د رويټر خبري اژانس خبر ورکړی دی چي هغه ٨١ تنه بنديان کوم چي نن سهار د افغانستان د باګرام د هوايي اډې څخه ستري محکمې ته ورسيدل ، د ژورناليستانو سره تر يو لړ خبرو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوه . په نوموړو بنديانو کي د يو کال څخه بيا تر لسو ورځو پوري په بند کي پاته شوي کسان وو . بنديانو د زندان د کارکوونکو د وضعي څخه شکايت نه درلود . له دوی څخه يو شمير کسانو وويل چي اوس هم نه پوهيږي چي ولي نيول شوي وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تصوف اوعرفان،۱۶،برخه", "output": "تصوف اوعرفان،۱۶،برخهعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته، بسم الله الرحمن الرحیم، محترمواسلامی وروڼوله مخه ترتحلیل دمباحثو دذکرپه دې برخه کښی داهل السنت والجماعت دڅلوامامانوموقف درته ذکرکوم کوم چی دتصوف اوطریقت په باره کښی یې درلودئ چی بیان یې په دې شرحه دۍاولامام اعظم ابوحنيفه نعمان رحمه الله،ځموږدغه مبارک اوعالیقدره امام په تصوف کښی صاحب دطریقت ؤپه هدایة النافع کښی مذکوردی چی امام اعظم په طریقت کښی دامام جعفرصادق شاګرداومریدؤپه درمختارکي اوپه حاشیه دابن عابدین کښی پردرمختارباندی راغلی دی چی ابوعلی دقاق ویلی دی چی مادطریقت اخذله ابی قاسم نصرآباذی څخه کړیدۍ اوابوقاسم ویلی دی چی مادطریقت اخِسته له شبلی څخه کړی دی اوهغه له سری سقطی څخه اوهغه بیاله معروف کرخی څخه اوهغه بیاله داوودطائی څخه اخذدطریقت کړیدۍ اوهغه بیا علم اوطریقت دواړه له امام اعظم ابوحنیفه څخه حاصل کړیدۍدوهمامام مالک بن انس رضي الله عنه هم صاحب دشريعت اودطريقت ددواړو وو علامه عدوي په خپله حاشيه کښي کومه چي پرشرحه دامام زرقاني پرته ده پرمتن دعزيه کوم چي په فقه مالکي کښي جوړسويدۍ ددريم جز په صفحه۱۹۵ کښي ويلی دي چي امام مالک رحمه الله تعالی فرمايلي دي (من تفقه ولم يتصوف فقدتفسق ومن تصوف ولم يتفقه فقدتزندق ومن جمع بينهمافقدتحقق)یعنی هرڅوک چی دفقهی علم حاصل کړی اوعلم تصوف اوطریقت حاصل نکړی اودطریقت پرلارباندی ولاړنسی نوپه تحقیق سره به دغه سړئ فاسق وګرزی اوهرڅوک چی بیاطریقت اوعلم تصوف حاصل کړی اودعلم فقهی تحصیل ونکړی نوپه تحقیق سره به دغه څوک زندیق وګرزی اوهرڅوک چی دغه دواړه علمونه سره جمع کړی نوپه تحقیق سره دغه سړئ وحق ته ورسیدئدریم امام شافعی رحمه الله فرمایلی دی چی ستاسی له دنیا څخه دری شیان وماته محبوب دی،اول ترک دتکلف دوهم له خلګوسره ښه معاشرت دریم پیروی اواقتداء په لاره پسی داهل تصوف،انظرکشف الخفاءللامام العجلونی ،ص،۳۴۱،جزء،،۱څلرم امام احمدرحمه الله فرمایلی دی چی زه ترصوفیه ؤبهترین قومونه نه پیژنم یوچاورته وویل چی دوی سماع اوتواجدکوی ده په جواب کښی و رته وویل چی پریږده دوی چی یوساعت له خپل رب سره خوشحالی وکړی،غذاءالالباب شرح منظومة الآداب،جزء،۱ص،۱۲۰لمحمدالسفارینیوالسلام ومن الله التوفيقپه دې اړه نوربيا. . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ترکمنستان د خلکو د سوکالۍلارې چارې", "output": "په ترکمنستان کې د نيازوف دولت د خپل ولس د سوکالى په اړوند د وړيا ګاز،بريښنا ،اوبو او مالګې کچه د تير کال په پرتله ډيره کړې ده اوپه ٢٠٠٦کال کې به ٤ ميليارده متر مکعبه ګاز او ٢ اعشاريه ٣ ميليارده کيلو واټه بريښنا پر وړيا توګه پر خلکو وويشى .د عشق اباد دولت سږ کال پر خپل ولس د وړيااوبو او مالګې ويش هم پيل کړى دى او وايې چې د ولس د سوکالۍ دا ډول پروګرام به تر ٢٠٢٠ کال پورې دوام ومومى . ترکمنستان د طبيعى ګاز شتمنې زيرمې لري .دولت ويلى چې هر کال به دا کچه لوړيږى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرال مکن : د پارلمان ټاکنې به سمې تيريږي", "output": "د ليندۍ ٣٠ ، ١٣٨٣ کابل : په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو وياند جنرال مک مکن خبريالانو ته ويلي چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره ټاکنې ګڼې ننګونې يا چلنجونه لري . ښاغلي مکن وويل د امنيت مساله ورته مهمه ده . د دۀ په خيال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دومره پېچلتيا نه وه لکه اوس چې به وي . دۀ وويل په دې فکر کې دی چې نور نړيوال ځواکونه هم تر هغو راشي که نه . ښاغلي مکن د افغان ځواکونو د روزنې د چارو پر ګړندي کولو هم ټينګار وکړ . خو ويې ويل چې دی ډاډه دی چې دا ټاکنې به هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو په څير ښې تيرې شي . تر اوسه لا جوته نه ده چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره به ټاکنې کله وي خو داسې اټکل دی چې د غبرګولي- جوزا يا جون په مياشت کې دغه ټاکنې وشي . جنرال مکن په کابل کې خبريالانو ته وويل سږ ژمی دوی غواړي چې طالبان په کرار پرې نږدي او د نورو کلونو غوندې په دغو ورځو شپو کې ارام ونه کړي چې بيا په پسرلنيو عملياتو وتوانيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوه زره پښتانه(ښځي،ماشومان،بوډاګان) له تندې وژغورئ", "output": "دوه زره پښتانه(ښځي،ماشوم ان،بوډاګان) له تندې وژغورئ د کابل په زړه کې د قمبر څلورلاري ته نژدې ځای پر ځای شوي اوه سوه کوره د کندهار،هلمند او ارزګان ولایتونو اوسیدونکي د څښاک اوبو له شدید کمښت سره مخ دي او دمګړۍ د باران له خړو اوبو څخه د څښاک او نورو مقاصدو لپاره استفاده کوي. د بینوا ویب پاڼي همکار چې دغو خلکو ته یې ۵۰ تختې کمپلي او ۲۵ خیمې ور وړي وي وویل چې هره ورځ په سلګونو ماشومان ، ښځي او بوډاګان چې د څښاک پاکي اوبه نه لري له دغو ککړو اوبو څخه د څښاک، جامي مینځلو او اخلي پخلي لپاره استفاده کوي. د بینوا ویب پاڼه چې زمونږ د یو شمیر با احساسه د کور دننه او له هیواد څخه بهر میشتو وروڼو په مټ یې دغو خلکو ته د چوپړ لړۍ پیل کړي، دمګړۍ هڅه کوي چې خپلو دغو پښتنو وروڼو او خویندو ته د اوبو دری کوچنۍ ذخیرې برابري کړي تر څو هغوي د اوس لپاره د دې جوګه شي چې د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی وکړي. که چیرته هر کس د خپل توان مطابق له دغو بی وزلو افغانانو سره د اوبو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي نو دغه انسانان به یی هیڅ کله هم احسان هیر نه کړي. د دغو دریو ذخیرو د جوړولو لپاره چې هره یوه یې د پینځه سوه لیټره اوبو ساتلو ظرفیت ولري په ټولیزه توګه نه ویشت ز� �و (۲۹۰۰۰) افغانیو ته اړتیا ده. د ډاکټرانو یوه ډله چې وړمه ورځ دغه کمپ ته تللي وه وایې چې ډیر ماشومان د ککړو اوبو د څښلو له امله په بیلا بیلو ناروغیو اخته شوي چې د ځینو ژوند یې د مرګ له ګوآښ سره مخ شوی دی. د بینوا ویب پاڼه هڅه کوي چې د خپلو با احساسه پښتنو وروڼو اوخویندو په مټ دغه ۲۰۰۰ انسانان له دغې سترې ستونزي او بشری ناورین وژغوري.که چیرته غواړۍ له دغو پښتنو وروڼو سره مرسته وکړۍ او یا یی په اړه زیات مع� �ومات تر لاسه کړئ په لاندې پته اړیکه ونیسۍ. جمال پشتون ټلیفون: 0775019084ایمیل:pashton_mal@yahoo.com میرویس : 0700043967 ایمیل: tanha_mer@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارزګان کـي امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتي", "output": "میرویس جلالزی د ايتلافي ځواکو له خواه په خپره شوي خبر پاڼه کي راغلي چي دا سرتيري نن سهار د ارزګان په دهراوت ولسوالي کي د طالبانو تر بريد لاندي راغلل. په سيمه کي پراخ عمليات پيل شوي خو دا نده روښانه چي بريد کونکي په کوم لوري تلل دي . په دي بريد کښي يو امريکايي سرتيري وژل شوي او افغان د ملي پوځ سرتيري ژوبل شوي ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "د بقا له پاره زیار کوم هر دم بی مقصده وبی کاره زه نه مرم که د بل پر خوښی زیاته زما خوښي کي زه د هغه تمنا ریښي وهم چه ثمروسیورۍ رسوی عالم ته زه پخپله به هغه نخل کرم که دحق پر لار روان وی ومنزل ته زه د هغه پله پر پله ایږدم قدم د غرو زړونه چه اوبیږي نو بهیږي زما سترگی له عادته نه وی نم شکایت شکوه که نه لرم له هیڅ چا زه ګله له خپل قسمت څخه کوم دزبان زهر وهلی بی درمان وی هم کار نه کوی د وخت ورته مرهم ملالۍ!زما پر زړه دده پر خوله وی څه عجب زما اشنا دۍ دا قلم کوټه ١١/٦/٢٠٠٤"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د IOM لخوا په افغانستان کې دکارموندنې خبرتیا", "output": "هغه افغانان چې په اروپایي هېوادونو کې ژوند کوي،لوړې اومسلکي زده کړې لري،اوغواړي چې په افغانستان کې دننه کاروکړي په کابل کې د(( IOM اداره غواړي دغه کسان دیوې ځانګړې پروژې په مټ راوغواړي اوتریوه بریده یې مادي اومالي ستونزوته ځواب ووایي . کارپوهان کولای شي په لاندې شمېره اړیکې ونیسي اویاهم دغه ویبپاڼه وګوري موبایل :700185967(0)- 0093 www.PAEP-EU.org Info-paep-eu@iomkabul.net"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزني،قندهار،هرات او بلخ کې د وینو د ټولولو کمپایل پیل سو", "output": "د عامي روغتیا وزارت یو شمیر ډاکټرانو نن د سه شنبې په ورځ د غزني، هرات،کندهار او بلخ په ولایتونو کې د ویني د را ټولولو کمپاین پیل کړ. د عامي روغتیا وزیر ډاکټر محمد امین فاطمي وویل چې له دغه کمپاین څخه موخه د سرکاري روغتونونو د وینو د بانکونو د زیرمو ډکول دي. دغه ګام په داسي حال کې پورته کیږي چې تیر کال په ځينو ولایتونو کې د ناوړو چاودنو څخه وروسته په وار وار د ټپیانو د درملني لپاره سمدستي په ښارونو کې د ویني د را ټولولو کمپاینونه پیلیدل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانوددولت هغه قاضیان ګواښلي چي داعدام حکمونـ . .", "output": "طالبانو دد ولت هغه قاضیان په سختو ټکو ګواښلي چي د څرخي پله په زندان کي سیاسي بندیانو ته يې د اعدام حکمونه اورولي او یا یې اوروي . دطالبانو د رهبري شورا یوغړي د نوم ښولو پرته بېنوا ته ویلي چي ددوې عالي شورا د یوې اعلامیې د صادرولو و� �وسته په دې هکله ځانګړي ګامونه اوچت کړي او په دې لاره کښي به خپلې هراړخيزې هلې ځلې په کاراچوي نوموړي بېنوا ته وویل هغه قاضیانو او څارنوالانوته به چي په دې دوسیو کښي لاس لري د عبرت داسي سبق ورکړي چي بیا به د کابل په اداره کښي بل څوک په داسي پوستونو کي د کار کولو جرأت ونه کړي اود همدغوکسانو د تثبيتولو او معلو مولو په موخه يې همدا اوس اوس ځانګړي ځواکونه په کابل کښي به کار ګمارلي نوموړي د دولت قاضیان او څا� �نوالان په دې تورن کړه چي د امریکا په ځانګړي غوښتنه او د هغوی د خوشحالولو لپاره د مظلومو بندیانو ټول انساني حقوق تر پښو لاندي کوي او هغوئ په شهادت رسوي هغه د دولت پر عدلیه نظام ږغ وکړ چي د نړیوالو بشري قوانینو لمخي دي د سیاسي بندیانو د اعدامولو څخه لاس واخلي کنه نو ډیر ترخه عواقیب به ولري نوموړي دا څرګندوني په داسي وخت کښي بېنوا ته وکړې چي یو اوونۍ وړاندي د عدلیې د وزارت چارواکو خبر ورکړ چي د سلو سیاسي بندیانو د اعدامولو دوسیې ئې بشپړه کړي او د لاسلیک لپاره يې د ولسمشر حامد کرزي دفتر ته لیږي کابل د � �وژې د مبارکي ماشتي په اخیره اوونۍ کي ۱۶ کسه بندیان د څرخي پله په زندان کي اعدام کړه او یو کس چي تیمور نوم یده په مرموز ډل دغه لیست څخه پاته او وتښتید . د ځینو چارواکو په وینا نوموړي د لوړپوړو چارواکو په � �اښونه د اعدامه راګرځول شوی اود هغولخوا په لوی لاس د تښتي زمینه ورته برابره شوې وه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ADB: روشان مخابراتي کمپنۍ ته 55 ملیونه ډالر پور ورکوي", "output": "د اسیا پرمختیايي بانک 55 م� �يونه امریکايي ډالره د روشان مخابراتي کمپنۍ ته ورکوي تر څو د خپل پوښښ ساحه نوره هم پراخه کړي .دا بانک واېې چې د روشن کمپنۍ به له دې پیسو څخه د موبایل بانکینگ سیستم هم فعال کړي کوم چی په مټ ېې دا زم ینه برابریدای شی چې له بانکي اکونټ پرته هر گډون وال خپلی پیسې د نړۍ هرې برخی ته واستوي .د اسیا پرمختیايي بانک په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د دې سیستم فعالول به 175 ملیونه امریکايي ډالره لگښت ولري .د رو� �ان مخابراتي کمپنۍ چې له 2003 کال راهیسی ېې په فعالیت پیل کړی ویل کيږي چې دا گړۍ شاوخوا دوه ملیونه گ� �ون وال لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دڅولسیزو په سختو لمبو سوو افغانانومبارک مو شه", "output": "۰۱ـ۰۲ـ ۲۰۰۹ دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو کولتوري ټولنه ټول افغان ولس ته مبارکي وايي خوږوهېوادوالو!نن زموږ دکرګټ اتلې ملي لوب ډلې یو ستر، نه هېرېدونکی، اوتاریخي بری په داسې حال کې لاس ته راوړ چې له هر ډول پالنې او ملاتړ څخه محرومیت لري .موږ له افغان تش په نامه دولت څخه ځکه نوره ګیله نه کوو چې خپل مشروعیت یې لا ډېر له پخواڅخه له لاسه ورکړی خوموږ به خپل رښتیني افغانان دې ته راوبولو چې زموږ دا ملي اتلان ولمانځي خوښ یې وساتي تر څو زموږ کړېدلي هېواد(ګران افغانستان) ته نورې بریاوې هم راوړي، له همدې کبله زموږ دکولتوري ټولنې غړو نن شپه ناوخته په داسې حال کې یوه بېړنۍ دخوشحالي غونډه وکړه چې زموږ یوشمېر ملګري له خپلوکارونو څخه ستړي راغلل اویوشمېر ملګري مو په یو واده کې مصروف ووخو بیاهم موږ دا لازمه وګڼله چې داستر بری دیوې غونډې په ترځ کې ولمانځو.موږ له کارونوڅخه ستړي په لار راروان و چې دوستانو تی� �یفونونه وکړل چې زموږ سرلوړي افغانان بریالي شول لوبه یې وګټله . ګرانو هېوادوالو!تاسوباور وکړ� � چې زموږ ملګري مخکې له دې چې اول خپلو کورونو ته ولاړشي دوی له خپلو کارونو څخه دکار په جامو کې مخامخ غونډې ته راغلل او دا بری مو په ګـډه ولمانځه .موږ یوځل بیا تاسو ټولو اصلوافغانانو ته مبارکي وایو اوله خپلو ملي سوداګرو اوپانګوالو څخه هیله کوو چې زموږ دا اتل ،نومیا� �ي اوځلانده ستوري ښه ونازوي . دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې مبا� �کي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کویټ: د ایران اتومي لانجه او د افغانستان جګړه مونږ ته خطر دی", "output": "میرویس جلالزی د کویټ د باندنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران اتومي لانجه او د افغانستان روانه جګړه د خلیج ټولو هیوادونو او په خاصه توګه کویټ ته یو ستر ګواښ دی. شیخ محمد صباح السلیم الصباح چې په ورته وخت کې د کویټ د صدراعظم مرستیال هم دی دغه څرګندوني د بحرین په مرکز مانامه کې په هغه غونډه کې وکړي چې پکې د خلیج د ۲۵ هیوادونو عالي رتبه چارواکو برخه لرله او د بحث موضوع یې د خلیج امنیت وو. د خلیج د همکاریو د سازمان په شپږمه غونډه کې شیخ صباح وړاندي وویل چې د افغانستان او پاکستان روان تشدد، د ایران اتومي لانجه او له غرب سره یې ستونزي په ټول خلیج اوپه خاصه توګه په کویټ، یمن او سعودي عربستان باندي ناوړه اغیزي لري او دمګړۍ یې مونږ شاهدان یو . نوموړي د ایران لانجه هم ډیره خطر ناکه وبلله او زیاته یې کړه چې د خلیج د همکاریو سازمان به هڅه وکړي چې له غرب او امریکې سره په نږدې تفاهم دغه مسله د دیپلوماتیکو چینلونو له لاري هواره کړي خو په ظمن کې باید د افغانستان او پاکستان جګړې ته هم یوه سولیزه حل لاره ولټول شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهند دبمبي په چاودنو کې ٢٠ تنه ووژل شو.", "output": "اوه پرله پسې درنو چاودنو دهندوستان دبمبي ( ممبای ) دایالت داور گاډو په تم ځای کې لږ تر لږه دپولیسو په وینا شل تنه ووژل شول او ښایي دمرگ ژوبلې کچه لا تر دې نور هم لوړه شي. دهندوستان یوه تلویزیون دچاودنو انځور خپور کړ چې دت� �ویزیون په تصویر کې خورا ډېر ټپیان دتلویزیون لیدونکو ته ښکاریدل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اېران کې 7 تنه افغانان وژل شویدي", "output": "تهران: د اېران په فارس ولایت کې یوه ایراني دکلاشینکوف په ډزو د یوې افغانې کورنۍاووه تنه غړي وژلي دي. ددغې افغانې کورنۍ غړي د (سیاوش م ) په نوم د یوه اېراني د لور د ریبارۍ لپاره د هغه کور ته تللي وو. د اېران د فارس ولایت د کازرون ولسوالۍ امنیه قوماندان په وینا، دغه کسان د کازرون په بورنجان نومې سیمه کې وژل شویدي . په وژل شویو کې د هلک مور هم ده. د کازرون د امنیه قوماندان په وینا، قاتل نیول شوی او څیړنې روانې دي. د فارس و� �ایت د یوه قضایي مقام احمد سیاوشپور په وینا، څه وخت وړاندې دغې کورنۍ خپل هلک ته د سیاوش م لورغوښتې وه، خو هغوی یې رویباري نه وه منلې او غوسه شوی و، وروسته د سیمې یو شمېر متنفذو خلکو د هغه د غوسې سړولو هڅه وکړه، خو هغه له یوه افغان مهاجر سره د خپلې لور د عشق تاب رانه وړ او د خپلې لور په ګډون یې اووه واړه افغانان ووژل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتو ته پخپله پښتنو په ټيټه سترګه کتلي", "output": "د ښـاغلي حبيب الله غمخــــــور ليکنه مالمو- سويډن ٢٧ / اګست /٢٠٠٤ په دې هيله چي ژبپوهان په دې هکله علمي ليکني وکړي ! په دي وروستيو ورځو کي مي په بېنوا ويبپاڼه کښي د نورو علمي مقالو په ترڅ کي يو مطلب (( پښتو هم د افغانستان رسمي ژبه ده )) تر نامه لاندي ولوست . په نوموړي مطلب او ليکنه کي داوسني حاکميت د واکدارانو څخه ګيله پر ځای بولم او بايد ووايم چي زه ليکوال ، ژبپوه ، او اديب نه يم خو د ژوند د حالاتو پر اساس همېشه کوښښ کوم چي د خپل هيواد د تاريخي ، اساسي او فرهنګي روانو حالاتو ځان خبر کوم . پورته سرليک وهڅولم يوه لنډه غوندي تبصره وليکم او هدف مي دادی چي د پښتو ژبي ښاغلي ليکوال ددغه ستونزي د پيدا کيدو او حل په هکله مفصلي مقالې وليکي تر څو افغان ولس ددغه ستونزي په ټولو اړخونو پوه شي . له بده مرغه تر اوسه دا مسئله لکه څنګه چي ښايي نه ده څېړل شوې ، چي ولي پښتو ژبه په افغانستان کي دولتي شوې ( ملي شوې ) ده ؟ زما په عقيده که چيري موږ د پښتو ژبي سره د برخورد او اړيکو مسئله وڅېړو ، څو ټکو ته بايد پام وکړو ؛ ١ _ پښتانه ددې هيواد تاريخي اوسيدونکي او پښتو ددوی ژبه وه او ده ، البته زه نه غواړم د پښتو ژبي پر تاريخي تکامل او تر نن ورځي پوري د پښتو ژبي پر تاريخ د استعمال پر ځای او وخت خبري وکړم . که پښتانه په دې هيواد کي څو زره کلن تاريخ لري نو ژبه يې هم همدا شان لرغونتوب لري . سره له دې چي پښتو شاهانو پرپارسي ژبو سيمو خپل واک او سلطنت ساتلی او هغه منطقې يې په خپل دولتي حريم کي د تاريخ په بېلابېلو دورو او د بېلابېلو وختونو لپاره ساتلي دي ، خو بيا هم لکه څنګه چي مالوميږي پښتوژبي هلته خپل ويونکي نه دي پيدا کړي ، برعکس د پارسي ژبي کارولو او رواج ته زمينه برابره شوې ده چي د دې خبري اصلي ريښي بايد ژبپوهان وڅېړي . ٢ _ سلهاوو کلونه پخوا چي زموږ په هيواد کي د لويو او کوچنيو شاهي رژيمونو د جوړيدو سلسله را پيل شوې ده بيا تر اوسه دغو شاهانو په خپلو درباري ، ادبي ، غونډو او محفلونو کي يوازي د پارسي ژبي شاعران او بيا را وروسته هندمندان دربار ته رابلل اويوازي هغوی دربار ته د ورتګ امکان درلود . نه غواړم دهر پاچا نوم واخلم ځکه دا کار د همدې ليکني په توان کي نه دی ځکه په يوه کلمه سره وايم چي (( له پيل نه بيا تر اوسه )) دربار د پارسي ژبي د ويونکو ځای ؤ . ٣ _ ممکن په لسهاوو نور لاملونه هم وي چي ولي پارسي ژبي دومره پرمختګ وکړ او ډير ښه عالمان ، اديبان او شاعران لري چي حتی دپښتو ژبي ويونکو په منځ کي د پارسي ژبي د يو شمېر سرغندويه شاعرانو د شعرونو ټولګي لکه پنج کتاب ، ګلستان ، بوستان ، د حافظ صاحب ، خواجه عبدالله انصاري ، او نور په قوي ګمان دهمدغو شاهانو او ددوی پلوه ديني عالمانو درباد او پارسي ژبي ته د هغه چوپړ پايله ده چي اوس پخپل موجوديت په ټول تاريخ کي نه شي کولای مروجه ملي او دولتي ژبه شي . ټولو ته څرګنده ده چي په ټولو پښتو ژبه ويونکو سيمو کي ماشومانو ته دديني لومړنۍ پوهي د تر لاسه کولو په لاره کي د پارسي ژبي او پورته ويل شوو کتابونو لوستل د فکري غنا او ليکلو زده کړي معيار بولي ، سره له دي چي که ښه پاملرنه وکړو دا تعبير ځکه ساده دی چي پښتو ژبي ماشومان که څه هم پارسي کتابونه لولي خو هغوی پښتو ليک لوست زده کوي نه پارسي ، ولي له ډيره پخوا د هغي دقيقي فرهنګي مداخلې پر اساس چي په پښتو ژبو کي شوي دي ، دا شان يو نا اګاهانه تعبير موجود دی ، چي دا لومړی ساده بريښي او د پښتو ژبي د رواجولو د مخنيوي پر ضد يې تاثيرات محسوس نه مالوميږي ولي په حقيقت کي دا ډير جور تاثير او ژوري ريښې لري . ٤ _ د لوی احمدشابابا له دربار نه بيا کله چي تيمورشا يو قزلباشه وکړه اوهغه دده ګرانه ښځه وه اوبيا تر همدی اوسنيو شېبو پوري زيات وخت قانونونو کي ليکل شوي دي چي پښتو رسمي ژبه ده او په دې راوروسته کي د رسمي کلمې سره د ملي کلمه هم يو ځای شوې ده چي په غټ ګومان دا کار يوازي د پښتنو دخوشحالۍ لپاره شوی دی . ځکه په عمل کي پښتو ته په دربار او دولت کي ځای نه دي ورکړه شوي . په افغانستان کي د لوړو او مسلکي زده کړو موسسې ( پوهنتونونه ، دارلمعليمينونه ، او نور ) يوازي د هيواد په پلازمينه کابل کي وه او درسي کتابونه يې په دري ( پارسي ) ژبه وه لکه چي مخکي مي څرګنده کړه ارګ او دربار ته يوازي پارسي ژبو لار درلوده ؟ او که څوک رانه خپه نه شي ددربار او حتی ځينو شاهانو ژبه دري ګرځېدلې وه دوی په پښتوخبري نه شوای کولای او يا يې غلطه پښتو ويل . ٥ _ د افغانستان لپاره اکثريت کتابونه په دري ژبه تهيه کيدل ، او اکثره پښتوژبو ليکوالو هم ددې لپاره چي ددوی ليکني ګويا اعتبار ولري او د دولت له خوا تشويق شي ليکني او ژباړني په دري کولې . ٦ _ حقيقت تريخ وي که يوه شېبه موږ پښتانه پخپله ځان ته ګوته ونيسو له پيل نه بيا تر اوسه د انګريزانو د هغې پښتو دښمني پاليسۍ له مخي چي نه يې غوښتل پښتانه پوه ، د لومړنيو او لوړو زده کړو اوقلم خاوندان شي دخپلوګوډاګيانو اوهغو نوکرانو پواسطه چي په افغان ولس کي له مذهبي او يا بل اعتبارنه برخمن وه تبليغ کاوه او پښتانه يې د مکتب او تحصيل سره غبرګون ته هڅول همدا علت دی چي له بده مرغه سره له دې چي دا کلمه همېشه وايي چي تعليم پر نر او ښځو فرض دی ولي دهلک اونجلۍ ښوونځی ته له تګ نه مخه نيسي . په پښتنو کي پراخ تبليغ شوی دی او کيږي چي ښوونځی او لوړي زده کړي ددوی د اولادو عقيده خرابه وي . د همدې پښتنون دښمنه پاليسۍ دعملي کيدو پايله ده چي دغه لوی اکثريت د سواد له نعمت نه محروم او په پايله کي که غواړو او که نه ! بايد د بلي ژبي ويونکي پر دولتي څوکيو مقرر شي . هغوی څنګه پښتوژبي ته کار وکړي ؟ واقعيت دادی چي په پوهه د انسان عقيده نوره هم مکمله او ټينګيږي ، خدای پېژندنه ، حق پېژندنه ، اويا د نورو ټولو ناوړو کړو وړو په پايلو کي انسان يوازي د پوهي په نتيجه کي پوهيدلای شي . ٧ _ همدا پښتو ته په سرسري نظر کتل ددې باعث شول چي په حقيقت کي په ښوونځيو ، پوهنتونو او مسلکي موسسو کي نه په پښتو کوم کتاب شته او نه پښتو هلته ځای لري له شرمه ډکه خبره خو لاداده چي په زياتو تعليمي او تحصيلي موسسو کي پښتو د يوه ځانګړی مضمون په شکل ويل کيږي ، يوازي په کابل کي د رحمان بابا اوخوشحال خان ليسه په پښتو دي او په نورو ټولو کي په پارسي ژبه درس لوستل کيږي . ٨ _ موږ که وغواړو چي دخپل هيواد په تاريخ پوه شو او يا هغه ولولو _ نو ضروري ده چي د خدای بخښلي غبار صاحب ، کهزاد صاحب چي مورنۍ ژبي يې پارسي وه اثارو ته مراجعه وکړو او يا حبيبي صاحب چي هغه هم په دواړو ژبو ليکني کړي دي . که د افغانستان دتاريخ په هکله ټول ليکل شوي اثار راټول کړو دا به ثابته شي چي په پارسي ژبه زيات اثار ليکل شوي دي . په دې وروستيو وختونو کي د پښتنو او پښتوژبي د تاريخ په هکله لږ څه نوري ليکني شوي چي دهغې جملې نه د ښاغلي استادغوث خيبري ليکني د يادولو وړ دي د هغه معلومات له مخي چي زه يې لرم ښاغلي خيبري صاحب همدا اوس د يوه تاريخي اثر په ليکلو بوخت دی خدای دي وکړي چي دا با ارزښته تاريخي اثر د يو چا په مرسته د چاپ بخت تر لاسه کړي او پښتانه يې په لوستلو سره د پښتو ژبي سره د جفا اوبيغورۍ اسناد اوشواهد مطالعه کړي . ٩ _ له هغې نېټې نه چي د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوی دی بيا تر اوسه پوري بېله نورمحمد تره کي بل هيڅ کوم ولسمشر يا پاچا په نړيوالو غونډو اومحفلونو کي په پښتو وينا نه ده کړې ، بلکي دهيواد په داخل کښي يې په پارسي اواوس رواج دی په انګريزي خبري کوي . د بېلګي په توګه : ښاغلی حامد کرزی پښتون اوپه کندهار کي زېږيدلی دی مګر زياته علاقه لري چي په هيواد کي دننه په پارسي او انګريزي ژبو خبري وکړي . د ټولو پښتون دښمنه تلاښونو سره _ سره دا يو حقيقت دی چي پښتانه غوڅ اکثريت چي بايد د ولس مشر په خبرو پوه شي او نړۍ والو غوږوته دا وښيي چي افغانستان خپله ژبه لري او په هغه وينا کوي . سره له دې چي د ټولو منل شويو نړيوالو ديپلوماتيکو نورمونو په اساس ښه داده چي د يو هيواد چارواکي په بهر او داخل کښي د بهرنيانو سره پخپله ژبه خبري وکړي ، يوازي په هغو خاصو حالاتو کښي ددوو هيوادو د مشرانوتر منځ کومه خاصه مسئله چي بايد پټه او ددوی تر منځ وي د تړلو دروازو شاته دوه په دوه په انګريزي او يا بلي کومي هغې ژبي چي دواړه په اساني سره خبري پري کولای شي خبري کوي . ولي ښاغلی کرزی په کابل کي د بهرنيو مشرانو او مطبوعاتي کنفرانسونو سره په انګريزي ، لويه جرګه او نورو غونډو کي په پارسي خبري کوي . ډير داسي دليلونه شته او شواهد شته چي د پښتو ژبي سره د پښتنو لخوا د جفا او خپل سرۍ انکار نه منونکی اسناد دي او پر هغوی بايد کتابونه وليکل شي خو واکداران به دغه کار ته اجازه ورنه کړي . په همدې اساس واضح اوڅرګنده ده چي : _ په هغه هيواد کي چي پښتانه تر ټولو لوی اکثريت دي بيا هم دربار ، پاچاهانو بيا راوروسته ولسمشرانو ته پښتو بېګانه ښکاري . _ د هيواد په اکثريت تعليمي او تحصيلي موسسو کي پارسي مسلطه ژبه اوپښتو بېګانه وه . _ دولتي ټول کاروبار حتی په هغو ولايتونو کي لکه : کندهار ، فراه ، هلمند ، ارزګان ، زابل ، پکتيا ، خوست ، ننګرهار ، پکتيا ، کنړ ، لغمان ، کي چي ٩٥ ٪ پښتوژبي دي په پارسي ژبه سرته رسيږي . _ راډيو ، تلويزيون ، اوچاپي خپروني غوڅ اکثريت په پارسي ژبه نشرات کوي . ان تر دې پوري دهغو بهرنيانو لپاره کوم چي په افغانستان کي ديپلوماتيکي اويا نوري دندي لري پارسي ژبي تر جمانان ګمارل کيږي . که رښتيا ووايو دهمدغوپښتنو واکدارو په اصطلاح برکت دی چي په بهر کي ديپلوماتانو اونورو کارکوونکو ته پارسي ورزده کوي ياني داسي پوه شوي دي چي د افغانستان رسمي او ملي ژبه پارسي ده . څنګه به توقع وشي چي پښتو مروجه دولتي يا ملي ژبه شي . _ په دې وروستۍ لسيزه کي د مهاجرت په شرايطو کي يو شمېر اديبانو ، ليکوالو اوشاعرانو يو شمېر کتابونه په پښتو ژبه وليکل ، چي دهغوی دودول په پارسي ژبو کي د همدغو کتابونو د خصوصياتو او بڼي له مخي ډير ضعيف بريښي اوپارسي ژبو ته د هغو د ويلو اړينه نه پيا کيږي . داسي علمي تخنيکي اثار چي په هغو د پوهيدو اړتيا هر څوک او د هري ژبي ويونکي احساس کړي متاسفانه ډير کم او يا هيڅ نه دي ليکل شوی . هغه چي ليکل شوی دي د رواجولو او شهرت پيدا کولو لپاره يې هيڅ چا تلاښ نه دی کړی . که ټول تاريخي شواهد ، دليلونه ، او د پښتو ژبي سره ناخوالي وڅېړو پايله به يې داوي چي : تر څو چي خپله پښتانه ، پښتانه واکداران ، پښتانه ليکوال اوپوهان خپل دغه ملي او وطني لوی مسوليت درک نه کړي او دهغه د رفع کولو لپاره وجداناً کار ونه کړي او په پښتو ژبه داسي علمي تاريخي ، ادبي اوفرهنګي اثار ونه ليکل او ونه ژباړل شي او د نوي نسل لپاره يې لوستل اړينه ونه برښي د پښتو سرنويشت به خالي فرمانونه او د اساسي قانون په مادو کي دهغې په يادونه (( پښتوملي يا رسمي ژبه )) ده دا ستونزي او د پښتو ژبي بدمرغي پای ته نشي رسيدای . او پښتانه چي ددې ټاټوبي اصلي او تاريخي اوسيدونکي دي د خپلي ژبي د کارولو او هغې ته له درناوي نه به بې برخي وي . زه په دې عقېده يم راځی چي د يوه افغان په صفت پر پښتو ژبي له سياسي او اډيا لوژيکي تجارت او په خبرو د هغې له ملاتړ او دفاع نه تير شو ځکه دا کار پښتانه له نورو لږه کيو څخه چي دهغو عام ولس هيڅ ګنا نه لري ليري کوي او د پښتنو دښمنان بيا له موقع نه په ګټه اخستلو سره د ژبو په جنګ کي سياسي ګټي لټوي . ښه به داوي هغه څه سرته ورسوو چي په افغانستان او له هغه نه بهر د نورو ژبو ويونکي د خپلوعلمي او تخنيکي مالوماتو د پوره کولو لپاره په خپله وهڅيږي چي پښتوژبه زده او دا علمي اثار پرې مطالعه کړي . ژبه هغه وخت غښتلې کيږي چي دويلو ، لوستلو ، او زده کولو اړتيا يې احساس شي . ماته د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهنوال رسول باوري چي همدا اوس په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني مشر دی څو کاله پخوا له کابل نه په بېلابېلو وختونو کي ليکونه راليږل ، په لومړي ليک کي چي د ښاغلي ( رباني ) د زمامدارۍ وختونه وه د پښتوژبي سره ددښمنۍ کچه ليکلې وه ، اوبل وخت يې بيا د طالبانو په وخت کي د پښتوژبي سره لېوالتيا اوپارسي سره دښمنۍ اندازه راته ليکلې وه ، چي دا دواړه ليکونه زماسره همدااوس هم شته ، ددغو ليکونو په لوستلو سره هر انسان حيرانيږي چي په دې هيواد کي څه تيريږي ، متل دی چي وايي : نه بايد دومره خوږ شې چي ټول دي وخوري اونه دومره ترېخ چي ټول دي وغورځوي ؛ . د پښتنو منطقي اوله انصاف سره ملګرې کړنه زموږ دهيواد د ټولو ژبو په ګټه ده او د ژبنيو اختلافاتو څخه د ناوړه ګټه اخستونکو مخه به نېول شوې وي . ښه به داوي چي پښتو ژبه د خپلو پښتنو په واسطه غني اوغښتلې کړو او له بلې ژبي سره يې په جنګ وا نه چوو . که پښتانه پښتو ته په درنه او وړ سترګه وګوري په هغه صورت کي به په افغانستان او له افغانستان نه بهر ټول نه دا چي د پښتو درناوی به وکړي ، بلکي هغه به زده ، په دولت ، دربار او مطبوعاتو کي عامه او مروجه ژبه شي . په دې بايد پوه يو او ټينګ باور ولرو چي دهر چا عزت او لوړ تيا پخپلو کي ده . په دې هيله چي پښتانه په دې تکل شي چي دخپلي ژبي عزت وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ترڅو ناخوالې، چاته د زړه خوراک او له چانه څه غوښتنه؟", "output": "ډاکتر ماخان(ميږى) شينوارى د ٢٠٠٦ زېږديز د فبروري ١٦ - ماد افغانستان جمهورريس ټاکنو کې شونې ونډه واخستله او خپل غږ مې ولس مشر کرزي ته ورکړ۰ که نن هم بيا ټاکنى وشي، نو که داسې کانديدان وي، زه به بيا هم ولس مشر کرزي ته خپل غږ ورکړم۰ په ١١ ۰ د فبروري ٢٠٠٦ ز کال د بي بي سي له خوا د ماليا د وزارت مرستيا وحيدالله شهرانى له خو ايو خبر خور شو، چى د افغانستان د کلنۍ بوديجى څخه يو په درې ډالر په کار لږيدلى نور ډالر له مصرف څخه پاتې شوي، چى دا پاتې ډالر اته سوه ميليونه دي۰ ګران هيوادوال دې دا ګڼ (عدد) بيا پام ته راولي۰ اته سوه ميليونه ډالره او له بوديجې څخه څلورسوه ميليونه په کار لږيدلي۰ بيا وايم، چې پاتې اته سوه ميليونه ډالره۰ ما چې دا خبر واوريد، نو زيات مى ماغذه خراب شو او خواشيني لا تراوسه راسره ده، چى ګوندې دا پيسې زما له جبه چا را څخه غلا کړې وي۰ ريښتيا، چى دا همدومره زور لري، ځکه چې زه د خپلى کورنۍ سره څه مرسته نه شم کولى او دې نړيوالى مرستې ته سړى خوښ وي، ګورو چې زياته هم ده، چى حتى وزيران يې له ډيري نه شي کتى۰ که چيرې دا اته سوه ميليونه ډالره په افغانانو ويشل شوي هم وى نو ريښتيا، چى زما د کورنۍ، چې له سلو تنو څخه زيات دي د هغوي به هم زياته برخه ډالر په برخه شوي واي، دا خورا ډيرې پيسې دي او زه يې دومره خپه کړى يم۰ که دا پيسې کوم افغان غلا کړې وى او لکه چى دا کار زيات شوى هم دۍ، خو کم له کمه به يې هغه افغانستان کى څه په کړي وى، چى بيا به هم د افغانانو ناسيده په کار راغلى وى، دا له هغې هم بده ده دا د هيڅ افغان په ګټه ونه خوړلى شوي، دا لکه زموږ لپاره چى سيند ته ګوزارې شي۰ وايې چى هغه او هغه او ۰۰۰ غلا وګړه او په ميليونو ډالر يې پټ کړل۰ غلا ډير بد کار دۍ، خو دا د غلا پيسى لکه د مخه مو چى ګوته ورته ونيوله ناسيده يا غير مستقيم خو به د افغانانو په کار راشي، دا خو لاړې، چى لاړې۰ هغه څوک چې غلا وکړي او پرې ګير شي ، نو سزا ورته ورکول کيږي اودا پيسى، چى زموږ خورا محترمو اود قدر وړ او له ځانه تيرو وزيرانو، چى له دباندې څخه تللي، په هيواد کى ناست او خپل سرونه يې په لاس کى نيولي او دا کار د هغه غلا څخه – که دلته اخلاقى اړخ ته پام ونه کړو – هم زيات بد دۍ، لکه ګوته مى ورته ونيوله۰ دوي خو لا تراوسه ناست دي او نور څه مى له راډيو او څه څخه وانه وريدل، چى ګوندې دوي به د يوې سختى محاکمى لاندى وي ، که د مرګ جزا نه وي، خو کم له کمه به په هغۀ عمري بند محکوم شي، چى جنايت يې زيات دۍ او د افغانستان خلک يې لا نور غريب کړله او هغه د نورو مرسته يې ورڅخه واخستله او که غواړۍ سيند ته يې واچوله۰ خو په هرحال ما خپل د جمهوري اتخاباتو غږ په ولس مشر کرزي کړى او هغه باندى، چى دومره ولس د جمهورريس غږ کړى نو د دې پوښتنه او پسى مل خو به کم له کمه د يو څو لسو کالو سزا راتلونکى وي۰ دا ځکه وايم، چى ماته خو يې ډير زور راکړى او په دې باور لرم، چى ولس مشر کرکرزي به له ما څخه زيات ورته په قهر وي، ځکه چى د ولس مشر کرزي خو مسئوليت هم په غاړه دۍ او دا خلک خو بيا ده په خوښه وزيران کړي، نو دى به يې ځکه زيات جزايى کړي، چى د ملت حق يې ورک کړىاو د ده خو ېې اعتماد هم له منځه وړى۰ هغه کوم څوک، چى دلته المان کې د سوال يا بيکارۍ پيسو باندې ژوند کړي- که کله راڅخه څوک لس يورو کمې کړي، نو په اونى کى که لږ مبالغه ورسره وي، نو اته ځله خو هغه د سوال پيسو ځاي ته ورځو او که دا د اوسني حکومت خلک وي، هغوي به هم کم له کمه همدومره منډي وکړي، خودا پوښتنه بايد وکړو، چې دا ولى؟ دوي ولې د ملت پيسې، چې نړيوالو د افغانستان ولس سره د مرستې لپاره ورکولې، ولى په دې خورا زياته ناروا بې غورۍ د افغانستان د خلکو له لاسه وويستلې؟ زه که هرڅومره سوچ ووهم، ځواب يې ماته ستونځمن دۍ، چې دې وزيرانو به ولى داسې ستر انديښمن کار کړى وي۰ زه به داسې فکر وکړم، او به وايم، چى دا خلک خودکار لپاره ولس مشر کرځي هم نه وو وزيران کړي، دوي - که هرڅومره څوک ووايى - بيا هم د مصالحى او که د جوړ جاړي وزيران وو، چي څه ستا او څه زما، ستا خوله هم بنده او زما هم۰ ستا اوزما شيان دى ژوندي وي او ملت ددوي په نظر چي بى له دې بى انده دۍ، زوريدلى دي، نو په وزيرانو به څه وکړي۰ دا چى دا نور راته تريوې اندازىد دوي په نظر روغه ساتي، په همدې هم د افغانستان خلک پوره بايد خوښ وي۰ د دې پخوانيو مشرانو احترام خو بيا هم يوڅه دي، که کوم يوه کومې پيسى په نورو هيوادونو کى ځاي په ځاي کړي وي، هغه خو يواځي پيسى دي، له قدرته څخه څوک بايد تيريدنى ته اړ نه ايستلى شي، دا خو يې د ټوپک په زور ګټلى او د ټوپک په زور يې ساتې۰ دا حکومت به بيا بى له دې وزيرانو د چا وي؟ دوي او دوي ورپورې اړونده د زور خاوندانو کله د ولس غم خوړلى، بى له دې، چې سر او مال يې ترې اخستى۰ دوي ازمائيل شوي، دا يې کار دۍ اودا کومه پټه خبره هم نه ده او نه وه۰ د افغانستان ولس ډير غريب او بيچاره ولس دۍ، دوي دې همدې ته خوښ وي، چې ژوندي دي او بس۰ لږ به بيا دې پيسو ته ګوته ونيسم، چى دا به نو په څه کار راغلى وى؟ په دې پيسو د افغانستان هرګوټ ته بريښنا تيريدلى شوه۰ دا د افغانستان د يوه کال بوديجه ده، چى دا يوکال له ښوونې او روزنى نيولى تر پوليسو ، قاضيانو۰۰۰۰ ټولو لپاره بسيا کوله۰ وايې ، چى په افغانستان کې ١٥٠ زره ښوونکى کم دې، په دې پيسو همدومره ښوونکى په يوه کال کې تربيه کيدل او ښه تربيه کيدل، چې هغۀ لومړنى اړتياوې يې پوره کولى شوې او نورو لګيدنو لپاره هم ترېزياتي دې۰ زه به څه ستاسې زړه خورم، خو دا خورا زياتې پيسى وي، چى دې ظالمانو ترې د افغانستان ولس محروم کړ۰ د ډيرې بي وسۍ به ووايم، چى د ملت غم خو څوک نه خوري، چى دوي سره پوه شي، خو خداى(ج) دې ورسره پوه شي يانې دوي او خداى(ج)۰ ما که په دې ناهيلۍ کى اشتباه کړي وي، نو بخښنه غواړم ،ځکه ، چى په دومره دې د ولس ټاکلو استازو کى خو به يو داسى پيداشي وى، چى د ولس داسې لږ غوندې غم ورسره وى – که څه هم ما بيا وروسته له دې خبرې څه نه دي اوريدلى- چې راپورته شي او نړى په خپلو چغو خبره کړي او دا ناروا ورته په ګوته کړي، چى دا وزيران د ولس زور ته وسپاري، نه هغى زور ته چى بيرته يې د دې يا هغې په زور په بنسټ خپلو ميلو ته خوشې کړي، دا بايد يوى نړيوالې محاکمه کې محاکمه شي۰ ډير محترم ولسمشر کرزى صاحب ! تاسو د ولس ټاکل شوى ولس مشر ياست، دا ولس د لوي څښتن څخه وروسته تاسو ته هيله مند دي۰ دې خلکو يانې دې وزيرانوستاسو بي اعتباري خپله کړې، دا که هرڅنګه هم وي تاسو په دې چوکيو ګومارلي، دا چى دومره بې غوره وي، نو دا د ولس محاکمى ته وسپارۍ، نړۍ په خبره کړۍ او وښايې، چې تاسو داسى ناوړه کارونو باندې ګير وزيران، نه دا چى په کار نه لرۍ بلکه په هغه کړې ګوناه يې د حق منګولو ته سپارۍ۰ ډير محترم ولس مشر کرځى: هيله ده ، چى تاسو به راتلونکي وزيران په خپله خوښه وټاکۍ او بل چا ته اجازه مه ورکوۍ، که هرڅومره درباندې ګران هم وي، چى ستاسو پهکارونو کى ګوتې ووهي۰ تاسو ولسمشر ياستۍ او ستاسو لپاره – په دې باور لرم- چى د ولس څخه پورته بل څه نه شته۰ ما داسې حکمونه کړي، زه قاضي نه يم، خو باور وکړۍ۰ چى دا هرڅه له تنګ زړګى څخه کيږي او د ناروا کړونو له امله، چى ګورو يې او اورو يې۰"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناروې: د افغانانو راډیو په خپرونو پیل وکړ", "output": "د ناروي په اسلو ښار کې د میشتو افغانانو په زیار د خپلو مساپرو وطنوالو لپاره یوې نوي راډیو په خپرونو پیل وکړ. دغه راډیو د ناروي هیواد د خاصو � �وانینو سره په مطابقت کې او هغو خپلواکیو ته په کتو سره چې په دې هیواد کې لږکیو ته ورکړل شوي په اونۍ کې یو ځل د دوو ساعتونو لپاره په اسلو ښار کې خپروني کوي. په ناروي هیواد کې د افغانانو د ټولني یوه غړي ښاغلي مصطفی امن د بینوا ویب پاڼي ته د ټلیفون په کرښه وویل چې په دغه هیواد کې هر اقلیت د خپلو رسمو، عنعناتو، کلتور او فرهنګ په اړه د تبلیغ حق لري او افغانان هم وتونیدل چې د یوې راډيو له لارې په اونۍ کې د دوو ساعتونو لپاره خپل کلتور، فرهنګ،رسم او رواج د خپلو کوچنیو او له وطن څخه لرو ماشومانو او لویانو غوږونو ته ورسوي. په دغه راډيوې خپ� �ونه کې چې د هرې یکشنبې په ورځ د سهار له لسو بجو څخه تر دولسو بجو خپریږي خبرونه او د افغانستان په اړه نور تازه معلومات هم اوریدونکو ته وړاندي کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د (( ومين فار ومين ډاټ اورګ )) پام وړ", "output": "بريالى مينه وال نوى ډيلى يو بهرني ملګري له يو بل بهرني څخه وپوښتل چې افغانستان ته ولې دغه نوم اخلي ؟ هغه په خندا ورته وويل په دې خبرې كې خو د پوښتنې ځاى نشته !هغه بيا وپوښتل ، دا څنګه ؟ دوم تن ورته وويل په دې چې دا د افغانانو كور دى! او ور زياته يې كړه چې په دې هيواد كې د ډيرو ژبو ويونكي اوسيږي چې اكثريت يې پښتانه دي ، پښتنو ته دا نور توكمونه (( افغان )) وايي او ددې خبرې تاريخ كه وڅيړې نو افغانستان په رښتيا د پښتنو خاوره ده او دلته چې د تاريخ په اوږدو كې څوك اوسيدلي دي ، اصلي او لرغونې ژبه يې پښتو ده ...................... ما دا خبرې اترې په خوند اوريدې ، او ټول پام مې د (( ومين فار ومين ډاټ اورګ )) په نامه د يوې ويبپاڼې يوې احصايي په لور ولاړو چې د ژبو د ويش په اړه يې په خپلې لومړنۍ پاڼه كې ليكلي دي چې ((دري ژبي پنځوس فيصده او پښتانه پنځه ديرش فيصده )) . ددغې پاڼې ادرس چا ملګري راليږلى و او دا يې هم ليكلي و چې وګوره ! څنګه يې پر حقيقت پرده غوړولې ده ! دې پاڼې د دې ترڅنګ چې د نارينه و او ښځينه و احصايه يې هم ښولې ده ، د مذهب پر اساس يې هم يو ويش كړى دى ، او د نفوسو شميره يې ((۲۲۷۲۰۰۰۰ )) ښولې ده ، چې له اوسنۍ شميرې څخه چې له شپږ ويشت مليونو څخه زياته ده ډير زيات توپير لري ،او ما ته يې دا هر څه له خپلې ګيډې ښكاره شول . ځكه تاسې وګورۍ چې يو بهرنى چې هيڅكله به هم ښايي افغانستان ته تلى نه وي خو د افغانانو په اړوند پوره معلومات لري ، او هغه چا ته چې ددې هيواد په اړه معلو مات نه لري ، رښتنې خبرې كوي ، چې د افغانستان د اكثريت ژبه كومه ده ، اكثريت په كې څوك دي ، او افغانستان ته ولې دغه نوم اخلي ؟ خو يو څوك چې د انټرنيټ يوه پاڼه په دې نامه جوړوي چې د نړۍ د ښځو تر منځ يووالى رامنځته كړي او خپلې مرستې ورورسوي نو بيا دا دومره ستر درواغ ولې وايي ؟ ولې د يو هيواد تاريخ په راڼه ميدان په بډه كې پټوي او ددې هڅه كوي چې افغانستان د هغه چا ټاټوبى وښيي چې اصلا خپله اعتراف كوي چې ((افغان )) څوك دي ، او پښتنو ته ځكه ا(( افغان )) وايي چې دوى د افغانستان اصلي وارثان دي . تاريخي اسنادو ته كه مراجعه وشي پښتو ((۱۷۰۰ )) كاله د عيسى عليه سلام له ميلاد څخه وړاندې په افغانستان كې مروج وه او دا ژبه د هغه مهال د ويدي لرغوني مدنيت په ليكنو كې د (( پكت )) په نامه ياده شوې ده او د ا خلك د هندوكش په شمال او جنوب كې چې د پنجاب تر پولو رسيږي ميشته و ، د افغانستان هيواد د پښتنو د ميړانې او تاريخي مبارزو په ترڅ كې تر اوسه ساتل شوى دى ، او همدا پښتانه دي چې د افغانستان برخليك ټاكي ، كه تاريخ ته ځير شۍ كله چې په افغانستان كې واك ناپښتانه شخص ته په لاس ورغلى دى ، دا هيواد يې پر بهرنيانو د خپلو ګټو د ساتلو لپاره پلورلى دى ، د ببرك كارمل بيلګه يې روڼ ثبوت دى ، چې په څومره بې شرمۍ سره يې د افغانستان پر خاوره روسي عسكر راننويستل او افغانستان يې په يوه ستره غميزه او ناورين كې ښكيل كړ ، چې څپيړې يې لا هم د افغانانو پر مخونو لګيږي . په افغانستان كې د بيلا بيلو احصايو له مخې پښتانه (( پنځه پنځوس فيصده )) ،(( شپيته فيصده )) ، ((پنځه شپيته فيصده)) ، او (( اويا فيصده)) ښول شوي دي ، او پاتې يې د نورو ژبو ويونكي دي . په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره د رياست جمهورۍ انتخابات تر سره شول او خلكو د مخامخ رايو په اساس خپل مشر وټاكه ، دريس جمهور څوكۍ ته د هرې ژبې ويونكو ځانونه كانديد كړي و ، او رايي هم لكه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده قومي وې ، مانا پښتنو كرزي ته رايه وركړه ، تاجكو قانوني ته رايه ورګړه ، هزاره ګانو محقيق ته رايه وركړ ه او ازبكانو دوستم ته رايه وركړه ، قانوني د شپاړس فيصده رايو په ګټلو سره دوم نفر شو او نور يې دريم او څلورم چې تر منځ يې ډير لږ توپير و . يعنې دې انتخاباتو وښوده چې په افغانستان كې شپاړس فيصده تاجكان ژوند كوي او هغه كسان چې د رايو د وركولو قانوني مشكل يې درلود كه ورسره جمع كړو نو دا يې شل فيصده تاجكان د افغانستان وګړي دي ، خو دې شميرې ته په پام سره پښتانه بيا د له شپيته فيصدو څخه هم ډيريږي ، تاسو كه د حامد كرزي د رايو هغه اسناد وګورۍ نو زياتره رايي يې له پښتون ميشتو ولايتونو څخه ګټلي دي او په هغو ولايتونو كې چې كم پښتانه اوسيږي هلته يې په هماغه تناسب رايې ګټلي دي ،نو اوس دې (( ومين فار ومين )) د ويبپاڼې چلونكي ووايي چې پښتانه د افغانستان اكثريت قوم دى كه تاجك ؟."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طلوع ټلويزيون د ’پدراميانو‘ ارادې تمثيلوي", "output": "نور محمد كړاو USAID تېروتلې ده!طلوع پر پښتو ملڼدې وهي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال پر ټلويزيوني خپرونو سخت بنديز لګېدلى و، ان چې د بي بي سي ويبپانې په حواله خلكو په ځانګړې توګه د نړۍ هېوادونو دغه هېواد ته ’بې انځوره هېواد‘ وايه، همدا وجه وه چې نړۍ د طالبانو دا دريځ نه خوښاوه، په هغه پېر كې پر انځورونو او سندرو هم سخت بنديز لګېدلى و. چې دا دى د نوي حكومت په راتلو سره ډېر شيان ازاد شول، چې يو په كې د ګڼو ټلويزيونونو او راډيوګانو جوړېدل او فعالېدل دي. په دغو ټلويزيونونو كې يو هم له كابله خپرېدونكى طلوع ټلويزيون دى، دغې ټلويزيوني شبكې د ۱۳۸۳ لمريز كال د تلې يا ميزان په مياشت كې، يانې د ولسمشرۍ د ټولټاكنو پر مهال په كابل كې په فعاليت لاس پورې كړ، چې دا مهال په كابل، كندهار، هرات، ننګرهار او بلخ كې موندل كېږي. اووه ساعته خپرونې لري، دا اووه ساعته خپرونې په تكراري ډول خپرېږي چې شپه و ورځ د ليدو وړ دي. دغه ټلويزيون ته ځينې د ستم ډلې كړكۍ، ځينې د پدراميانو ډلې هنداره او ځينې د كفري ټولنې انځوروونكى وايي، البته دا د خلكو خپل نظرونه دي، چې څنګه يې ارزوي، خو موږ دلته غواړو په خپلواك ډول د دې ټلويزيون خپرونې څه ناڅه وارزوو. د وږي يا سنبلې پر۳۱مه نېټه په هرات كې د عالمانو شورا او مرافعه محكمې د دې ټلويزيون پر خپرونو سختې نيوكې وكړې، د دې ولايت د عالمانو د شورا رئيس مولوي خداداد صالح پژواك خبري اژانس ته ويلي وو: ’دولت بايد د دې ټلويزيوني شبكې پر خپرونو څارنه وكړي، ځكه له اسلامي او دوديزو مسايلو سره ټكر لري، دولت يې بايد د خپرونو مخه ونيسي‘ ښاغلى صالح وايي ’كه چېرې دولت د دوى پر غوښتنې غور ونه كړي، دوى به په جوماتونو او نورو ځايونو كې د خلكو په خبرونې او تبليغ لاس پورې كړي‘. البته دا شكايتونه يوازې د عالمانو په شورا او ديني عالمانو پورې منحصر نه دي، عام ولس،په ځانګړې توګه په كليو او بانډو كې خلك ډېر ترې سر ټكوي او د كورنيو مشران وايي چې د دې ټلويزيون خپرونې ځوانان بېلارۍ ته راكاږي او له خپل افغاني كلتور او اسلامي عقايدو څخه يې پردي كوي. د سترې محكمې قاضي القضات قضاوتپوه فضل هادي شينواري هم موده وړاندې د يوه فرمان په ترڅ كې د طلوع ټلويزيون پر خپرونو بنديز ولګاوه چې د نوموړي په وينا ډېر مطالب يې د افغاني ټولنې له روحيې او اسلامي اصولو سره برابر نه دي. دا شكايتونه په هغو ولايتونو كې ډېر موجود دي، چې دا ټلويزيون په كې ليدل كېږي. دغه راز ښاغلي شينواري د يوه رسمي مكتوب په ترڅ كې په ټينګه غوښتنه كړې وه چې په طلوع كې دې اذان خپور شي. خو د طلوع چلوونكو ورته ويلي وو، ته كه چېرې په موږ اذان خپروې، مهرباني وكړه په كېبل كې Star Plus چينل بند كړه، چې همېشه ترې سندرې خپرېږي. طلوع والا وايي موږ ته نه ښايي چې د پنځوسو كلونو وړاندې عقايدو او خبرو پسې وګرځو. موږ بايد د نوې نړۍ غوښتنې په پام كې ونيسو. افغاني ټولنه يوه دودپاله او اسلامپاله ټولنه ده چې تر هرڅه وړاندې اسلامي او بيا خپلو افغاني ارزښتونو ته درناوى لري، كه څوك دغو ارزښتونو ته په سپكه ګوري په دې ټولنه كې تر ډېره نه پايېداى، چې دا يوه تجربه شوې او زبات شوې خبره هم ده. همدا څو مياشتې وړاندې مې په بي بي سي راډيو كې د دې ټلويزيون په باب يو ځانګړى ګزارش واورېد، چې ګواكې دا ټلويزيون د ښځو پر موضوع په زړه پوري مطالب خپروي، په كورنيو كې د ښځو ژوند څېړي او د ناوړه رواجونو په منګولو كې د ښكېلو ښځو غږ اوچتوي. خو د بي بي سي راډيو دغه رپوټ له يوې خوا په پټه د يوه اعلان او تبليغ شكل درلود، چې د بي بي سي په انټرنټ پاڼه كې هم لوړ ځاى وركړل شوى و او په دې پلمه د دې ټلويزيوني شبكې په باب، ځينې نورې ليكنې هم هلته پرتې دي، د بي بي سي په پاڼه كې په دې باب ځينې داسې ليكنې موندل كېږي، چې بي بي سي والو ورته يوه پلمه پيدا كړې او طلوع يې په كې رااخيستى، خو د بي بي سي چارواكو د خپلې انټرنټ پاڼې په يوه كونج كې هسې د ځان د بېطرفه ګڼو په موخه كښلي دي: ’ بی بی سی مسئول محتوای سايت های ديگر نيست‘ نو چې د بي بي سي فارسي پاڼه د نورو پاڼو د محتوا مسووليت پرغاړه نه اخلي، د نورو ټلويزيونونو لپاره ولې داسې تبليغي ځايونه نه جوړوي؟. كور دې د ظاهر طنين له غلو ډك، چې د خپلې ’كړۍ‘ ديارانو خوله يې خوږه كړه او د بي بي سي په خيرات كې يې د طلوع لپاره هم غوړه ګوله برابره كړه، دا ځكه چې نن بي بي سي په غوڅ ډول د ’پدراميانو‘ پر ليكه ورسيخه شوې او كه له يوې خوا يې دري برخې ګردسره ايرانۍ بڼكې راشنې كړي، نو يې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغاني بڼه بدلېږي، چې طلوع ټلويزيون هم پر همدې ليكه ولاړ دى او ټول د چا خبره له يوې سرچينې اوبېږي. دا دى د نوي دور په راتلو سره په افغانستان كې د ټلويزيوني شبكو جوړونې ته خورا ډېر پام وشو، چې د افغانستان په تاريخ كې په لومړي ځل دومره شبكې فعاليت كوي. اوس مهال د هرات په غوريان ولسوالۍ د اسمعيل خان د حاكميت په حوزه كې د سيماى غوريان ټلويزيوني شبكې په كار پيل وكړ چې ويل كېږي د دې او يوې راډيو (نداى صبح) مالي لګښت د يوه ملي سوداګر له خوا وركول كېږي، په كابل كې افغان ټي وي، طلوع، اريانا، د افغانستان ملي ټلويزيون او په جوزجان كې ايينه خپرونې كوي چې د افغانستان په ټول تاريخ كې په دې شمېر ټلويزيونونه په افغانستان كې نه وو فعال. خو يو شكايت چې ډېر اوچت دى، دا دى چې دولت د دغو ټلويزيونونو پر خپرونو سمه څارنه نه كوي، يوازې خپل ټكس ورڅخه اخلي نور يې محتوا نه څېړي. د ډيموكراسۍ دغې خيراتي څپې د نورو پديدو تر څنګ افغان ولس ته يوه بله پديده دا راوړه چې زياتو بې بند و باريو او بېباكيو ته د برائت او مشروعيت پرتوګ ورواغوستل شو، هرې بېلارۍ ته د (ډيموكراسۍ) نوم وركړل شو، چې ښايي پايله يې ډېره ناوړه وخېژي. كه طلوع دا خپرونه خپروي چې ’ښځې بايد له كوره ووځي او خامخا دې په دفترونو كې د نارينه وو تر څنګ كار وكړي‘ نو بي بي سي يې ستايي او دا هم ورسره بدرګه كوي چې د ښځو حقوق له كوره د هغوى وتل او د نارينه وو په څنګ كې كار كول دي! خو يوه يادونه ورته په كار ده او هغه دا چې كه چېرې دوى رښتيا هم غواړي ښځو ته د هغوى حقوق وركړي، مهرباني دې وكړي په كليو او ليرې پرتو سيمو كې دې د ښځو لپاره دا امكانات برابر كړي، په كورونو كې دې دننه له هوسا، مناسب كار او مصروفيت څخه برخمنې شي، له كوره د ښځو ايستل د هغوى حقوق نه شي اعاده كولاى، نن موږ زياتې بهرنۍ اينجوګانې او موسسې وينو چې د اخلاقي فساد سرچينې ځنې جوړې شوي، په دې ملت هم خبر دى او د طلوع او بي بي سي چارواكي هم! ځكه دا تجربه د دوى په ادارو كې هم شوې ده. د پيام مجاهد پاڼه د طلوع ټلويزيون د بېلاې كوونكو خپرونو په باب كاږي: ’در بين جوانان برخي کشور ها کشيدن چرس و سگرت و در بين جوانان کشور هاى ديگر همجنس گرايى مقبوليت دارد. اما هر کس ميداند که اثرات اين عادات به زندگي جوامع بشري فاجعه بار است. فلم ها و سرود هايي که مردم را به بـــي عفتي، خوشگــــذراني و بي بندوباري تشويق کند ولو که بيننده داشته باشد براي جامعه مضر است‘. د دې تر څنګ چې دا چينل غيراخلاقي او شرموونكي فلمونه، سندرې او نور مطالب خپروي، له ځينو ګاونډيو هېوادونو سره نژدې تړاو هم ښيي، كله ځان د ايران لمن ته غورځوي، كله د تاجكستان، دغه چينل د تلې پر پنځمه د ايران له كابل مېشتي سفير سره ځانګړې مركه درلوده، نوموړي سفير ټينګار كاوه چې د افغانستان او ايران ترمنځ دې ټينګو كلتوري او فرهنګي اړيكو ته پراختيا وركړل شي، دغه راز ده دا هم وويل چې ايران او افغانستان سره شريكې ژبې لري چې ډېر سره نژدې دي او دغه دوستانه اړيكي بايد نور هم ژور شي. داسې ښكاري چې ايران د خپل كلتوري يرغل خوبونه ويني او د افغانستان د لاندې كولو خيال پلو ګوري. دغه راز موده وړاندې دغه چينل د تاجكستان له سندرغاړې منيژې سره مركه درلوده چې هغې هم د تاجكانو او د افغانستان د تاجكانو پر نژدې اړيكو ټينګار كاوه، چې نه پوهېږو د دې خبرو له خپرولو څخه د طلوع موخه څه وه؟ ايا طلوع غواړي په افغانستان كې قومي تربګني او قومي بېلتون رامنځته كړي؟ ښايي د دې ټلويزيون زيات كاركوونكي به ځانونه د منصور په څېر (تاجكان) ګڼي او پر (افغان او افغانيت) به شرمېږي، خو بايد ورته يادونه وكړو چې په عامو خپرونو كې حق نه لري چې قومي تربګنيو او توپيرونو ته لمن ووهي، له بده مرغه چې دا (ګرايشونه) په دې وروستيو كې بېخي زيات شوي او په زياتو برخو كې ورته په يو نه يو ډول، لمن وهل كېږي. د بي بي سي په پاړسي پاڼه كې يوه تاجكستاني ليكوال د (مثلت پاړسي: آيا اتحاد سه كشور فارسي زبان ممكن است؟) تر سرليك لاندې يوه ليكنه خپره كړې، نوموړى بيا ټينګار كوي، چې د تاجكستان، افغانستان او ايران يووالي ته ضرورت شته چې بايد لاسونه سره وركړي او د پاړسي ژبې د پرمختګ لپاره دې پراته خنډونه ليرې كړي. دى يو ځاى يادونه كوي: ’ از نقطه نظر تاريخی، بسياری سرزمینی که در آن اين سه کشور پارسی زبان واقع اند، را ایران بزرگ می خوانند و همه جا به طور رسمی یا غیررسمی مردم ایران، افغانستان و تاجیکستان برادران خونی عنوان می شوند‘. خو موږ نه پوهېږو چې د دې وطن پښتانه څه شول؟ ازبك وروڼه څه شول؟ تركمنان څه شول؟ پر دغو ټولو قومونو سترګې پټې شوې؟ د ’ايران بزرگ‘ هيله خو به له ځان سره ګور ته يوسئ ځكه دا وطن له خرڅ شوى نه دى، لا يې په غېږ كې داسې شاه زلمي ساه اخلي چې وطن ورته د مور حيثيت لري او د خپلې مور حيثيت داسې په ارزانه نه پلوري. د طلوع چلوونكي وايي چې دوى د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) د قانون په رڼا كې خپرونې كوي او د دوى په وينا چې د خلكو اراده تمثيلوي، خو نه پوهېږودوى ته زموږ خلك ولې كاڼه او ړانده ښكاري؟ ځكه دا ټلويزيون په هېڅ ډول د اساسي او د ټوليزو رسنيو قوانين نه مراعاتوي. چې دې موضوع ته به لږ وروسته راشو او قضاوت په تاسو ګرانو لوستونكو پورې اړه لري. البته ما كله_ كله د طلوع ځينې خپرونې ليدلي او اورېدلي دي، ځكه چې په يوه ليرې پرته سيمه كې اوسم چې برېښنا نه لرو او كله چې يو نيم وخت د جنراټور په مرسته ټلويزيون ولګوم، نو ځان پرې بوخت ساتم، څو ځله مې د طلوع خپرونې د دې لپاره وليدې، چې وګورم خپرونې يې په كوم معيار دي، چې ډېر څه مې په كې وموندل! د ټلويزيون ويندويان غربي موډونه كړي وي، هلكان يې زنانه انداز او زنانه ’اكټونه‘ كوي چې ښايي يوازې يوې طبقې ته خوند وركړي، البته دا سټايل ما يوازې په بهرنيو چينلونو كې ليدلى و، چې دا دى اوس يې لمن تر دې ځايه پورې راورسېده او موږ افغانان خو ما شا الله په منفي تقليد كې ځانګړى مقام لرو. په غرب كې مو ځينې هېوادوال شته چې تر بهرنيانو ډېر په موډ او فېشن كې افراط كوي، بهرنيان لا ورته حيران پاته وي. لكه څنګه چې مې په سرليك كې يادونه كړې، دا ټلويزيون د ’پدراميانو‘ او ’منصوريانو‘ پر پله ګام اخلي، چې په څرګنده د اساسي قانون له ځينو مادو څخه سرغړونه كوي، د نوي اساسي قانون شپاړسمه ماده، وروستي بند كې راغلي دي: ’په هېواد كې موجود علمي او اداري مصطلحات ساتل كېږي‘ خو طلوع والا تل د ايراني اصطلاحاتو بوجۍ په شا كړې او د پردي ايجنټ غوندې يې په ډېر تعصبناك انداز سره كاروي، چې د دوى دغه تعصب له پښتو اصطلاحاتو سره ده، ځكه ځينې انګرېزي اصطلاحات لكه پوليس، پروسه، پرابلم، ديپارتمنت، چينل او نور.. په هماغه انګرېزي شكل سره كاروي، تركي_ پوځي او ځينې علمي اصطلاحات هماغسې كاروي، عربي اصطلاحات هماغسې سم كاروي، خو پښتو تورو ته ايراني بديل پيدا كوي او كاروي، دا دښمني يې له پښتو سره نه، بلكې له ملي ارزښتونو او ملي ټرمينالوژۍ سره ده. د طلوع مشر ښاغلى محسني دې خپله خبره بېرته واخلي، چې وايي د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو د قانون په رڼا كې خپرونې كوي. كه دا شخصي چينل وي يا د پدرام د ډلې، په افغانستان كې دننه خپرونې كوي، دوى بايد اخلاقاً د افغانستان ارزښتونو ته درناوى ولري، كله چې ’خپل ايران‘ يا ’خپل تاجكستان‘ ته انتقال شول، هورې دې خپلو بادارانو ته خدمت كوي او ايراني اصطلاحات دې په خلاص مټ كاروي. په ډيموكراسۍ ګانو كې هرڅوك حق لري چې ټلويزيوني تمځايونه جوړ او په خپله خوښه خپرونې وكړي، خو دا حق په هېڅ صورت نه لري چې د يوه هېواد ملي ارزښتونه تر پښو لاندې او د بل هېواد دا پلي كړي، نه پوهېږم په پوهنتون، پوهنځي، ښاروالۍ، څارنوالۍ او نورو پوځي، ملي او علمي اصطلاحاتو كې څه نيمګړتيا پرته ده چې دوى د ايران اصطلاحات رانقلوي؟ دري زما د هېواد ژبه ده او زه په كې مطالعه كوم، راډيويي او ټلويزيوني خپرونې يې ګورم، مينه ورسره لرم، په پزشكي، بهداشتي، پرونده، رايانه، دبستان، بازرګاني او نورو تورو خو يې زه هېڅ نه پوهېږم، چې په طلوع كې هر وخت خپرېږي، زه غريب سړى يم، ايراني قاموسونه هم نه شم رانيولاى چې د دغو تورو په مانا پسې وګرځم او بل دا چې دومره وخت كله راسره شته، ښايي دوى به فكر كوي د ايراني اصطلاحاتو په كارولو به ښه ښكاري، له دې كبله يې خپله لهجه او انداز هم ايرانى كړى وي. ښاغلى رهنورد زرياب چې په دې ټلويزيون كې متنونه په ايرانۍ بڼه اړوي، فكر كوي چې دا ايرانپالنه به يې د افغان ولس په خير تمام شي، خو له دې ناخبره دى، چې دا ټلويزيون د ملت په زړه كې كركه كري او د افغانستان او افغان ولس په وړاندې ستر خيانت كوي. هېواد د هر چا لپاره د مور حيثيت لري او د هر هېواد ملي ارزښتونه هم سړي ته د درناوي وړ وي، خو څوك چې له خپلې مور (هېواد) او خپلو ملي ارزښتونو سره دا ډول خيانت كوي... نه پوهېږم دغه خيانت ته څه نوم وركړم. ښاغلى زرياب وايي ’په دې تېرو دورو كې پر موږ پښتو اصطلاحات راتپل شوي، نور نو موږ اړ نه يو چې پښتو توري ومنو موږ يې دري بديل لرو، دا يو جبر دى چې موږ دا پښتو توري ومنو‘. كه ښاغلى زرياب د اكثريت ژبه نه مني او دا يو جبر ګڼي، بيا خو په دې هېواد كې اوسېدل هم ورته جبر دي، ځكه چې دلته پښتانه هم اوسېږي او د پښتنو اوسېدل هم د دوى لپاره جبر دى، په خپله اساسي قانون هم ورته جبر دى، حال دا چې د طلوع رئيس ښاغلى محسني وايي موږ يې د اساسي قانون په رڼا كې خپرونې كوو، دوى دې مهرباني وكړي هغه ځاى ته دې لاړ شي چې له جبره خلاص وي او د دوى د خپلې عقيدې او نظريې خلك په كې اوسي. ښاغلى زرياب خو پوه شخص دى، د نړۍ زياتو برخو ته يې سفرونه كړي، ايا په نوره نړۍكې هم خلك د اكثريت ژبې ته داسې په سپكه ګوري، ايا په نوره نړۍ كې هم خلك پر خپلې ملي ټرمينالوژۍ دا وړ لوبې كوي؟ ښاغلى زرياب چې په فرانسه كې اوسېدلى د هغه ځايه كيسه دې وكړي ايا هورې هم د هغه هېواد ملي ټرمينالوژي په نورو ژبو وه؟ دغه ډول د ښاغلي ولسمشر حامد كرزي فرهنګي سلاكار زلمي هېوادمل هم له ښاغلي زرياب سره دا منلې چې د سترې محكمې پرځاى دې دادګاه عالي او د ښاروالۍ پرځاى دې شهرداري وكاروي. ښاغلى هېوادمل چېرې د قوم استازيتوب كوي، هغه خو د خپل مضر احتياط له كبله له خپل سيوري هم وېرېږي، موږ افسوس كوو چې داسې يو كس چې په موږ پورې تړلى ګڼل كېږي، زموږ د ملي ارزښتونو ريښې غوڅوي. هغه كتابونه يې چې ليكلي او هغه درنښت يې چې خلكو ته درلود اوس يې نه لري، موږ نه پوهېږو چې ده دا كتابونه د چا لپاره ليكل؟ ځكه اوس يې عمل او هغه نظر ډېر توپير سره لري. هغه د ارګ د څلورو دېوالونو په منځ كې ايسار شوى شخص دى چې ذهنيت يې اوس خپل نه دى او د زرياب پر ليكه ولاړ ذهنيت دى، چې ملت به يې دا خيانتونه هېر نه كړي. په طلوع ټلويزيون كې پښتو په نشت حساب ده، حال دا چې ايراني فلمونه، ايرانۍ سندرې او هندي فلمونه او سندرې په كې غټه فيصدي جوړوي، موږ نه غواړو د قومونو پرتله وكړو، بلكې غواړو دوى ته صرف دومره ووايو چې لږ تر لږه په سلو كې۵۰ خپرونې خو يې بايد په پښتو وي، كه پښتو خپرونې نه كوي او زړه يې نه غواړي، بد يې ورڅخه راځي، لږ تر لږه خو دې ښكنځل نه ورته كوي، په ننګرهار او كندهار كې يې ولې خپرونې پيل كړې؟ دا د دې لپاره چې د پردي كلتور د خپرولو په لار كې كار وكړي؟ په دې برخه كې بايد د اطلاعاتو، كلتور او ګرځندوى وزارت يو غوڅ اقدام وكړي، دغه وزارت خو په تېرو كلونو كې دومره غفلت وكړ او دومره يې غوږونه كاڼه كړل، چې دغه وړ خپلسرۍ په هېواد كې بېخي ډېرې شوې. خو ما چې دا ليكنه كوله يوځل مې د طلوع ټلويزيون له مشر ښاغلي سعد محسني سره ټليفوني اړيكي ونيول، هغه په پيل كې راته وويل: ’موږ په سلو كې ۵۰ پښتو خپرونې لرو‘ چې دغې خبرې ډېر وخندولم، دا ځكه چې هغه د چا خبره لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. اوس داسې لوستونكي مهرباني وكړئ، ذره بين راواخلئ او وګورئ، چې په طلوع كې په سلو كې څو پښتو پيدا كولاى شئ؟ په دې ټلويزيون كې ځينې ګردي مېزونه جوړېږي، چې يوشمېر كسان ورته رابولي، هلته ځينې داسې مسايل مطرح كېږي چې ويندويان قصداًٍ غواړي قومي تربګنيو ته لمن وهي، د مركه كېدونكي په خوله كې ځينې داسې مسايل وركوي چې پښتنو ته ښكنځل وكړي، پښتو ژبه وغندي او تعصبونو ته لمن ووهي. د ساري په توګه يوه سياسي موضوع وي، دوى ناڅاپه د په خپله پدرام، د (پدرام) وياند يا د دې ډلې بل كس راغواړي چې تر خپلې خولې ’ګلان!!؟‘ باد كړي، حال دا چې اوس زموږ ولس د ’پدرام‘ او ’بېژن‘ د نومونو په اورېدلو دوى ته لعنت وايي. نو طلوع چې دغې ډلې ته لېوالتيا او ورسره مينه لري، هغوى هم افغان ولس ته د منلو وړ خلك نه دي. څومره چې زه خبر يم دا چينل د امريكا د پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا هم په مالي لحاظ حمايه كېږي، دغه اداره د امريكا د حكومت تر څارنې لاندې له افغانانو سره بې پرې مرستې كوي، خو دلته نه پوهېږو چې دغې اداره د كومې لېوالتيا له مخې دغه ټلويزيوني چينل پالي او پيسې وركوي، چې په سلو كې ۵برخه پښتو هم نه لري، كه چېرې USAID رښتيا هم يوه خپلواكه اداره ده نو مهرباني دې وكړي، دغسې يو پښتو چينل دې جوړ كړي، خو كه چېرې ځينو ځانګړو ډلو ته لېوالتيا لري، نو ښايي د اعتبار په وړاندې يې يوه غټه سواليه كښېږدو. دغه راز په دې ټلويزيوني چينل كې د اغا خان كمپنۍ هم لاس دى، چې نوموړى يې هم مرسته كوي، همدا وجه ده چې په دې چينل كې اكثره كاركوونكي د يوه ځانګړي تمايل له مخې ټاكل كېږي، چې ښايي د اغاخان كمپنۍ ورته ځانګړى معيار ولري، اغا خان په افغانستان كې د روشن ټليفونونو كمپني هم فعاله كړې چې دا دى طلوع يې بل اقدام دى. كېدى شي ايران به هم د خپلو كلتوري توكو د دودونې په بدل كې طلوع ته ’فنډ‘ وركوي، ځكه د ايران د سياسي او كلتوري موخو د پلي كېدو لپاره په دې چينل كې دېر څه شته. بله ورځ به ايران په ډېر اسانۍ كولاى شي د افغانستان پر كلتوري ارزښتونو خېټه واچوي، ځكه ډېر څه په افغانستان كې كرار- كرار (ايراني) كېدونكي دي او په دې برخه كې ډېره زمينه سازي هم شوې ده، دا خو هسې ټوكې نه دي، د طلوع تر شا غټه سياسي موخه پرته ده، چې د چا خبره د دې ډول غږ به وروسته واور، اوس خو ايران اشخاص، ذهنيتونه، اصطلاحات، عقيدې او نور... هرڅه رانيولي دي. پښتانه چې په دې ډول ټلويزيون كې ځانونه نه مومي، نو اړ كېږي چې د پاكستان حكومت (خيبر) وګوري، چې په سياسي لحاظ ډېر زيان هم ورته لري. د افغانستان كلتور وزارت هم هڅه كوي چې په افغانستان كې د خيبر مخه ونيسي، خو هېڅكله دا كوښښ نه كوي چې پښتو په دغو نويو جوړېدونكو ټلويزيونونو كې ځاى كړي. طلوع والا چې كله وايي اوس به افغاني سندره واورو، يو وخت يې هم پښتو سندره خپره نه كړه، پښتو سندرو ته افغاني نه وايي، چې ډېره د خندا وړ خبره هم ده. موده وړاندې مې په ګوربت مجله كې يوه ليكنه ولوسته (د طلوع ټلويزيون ژبنۍ ناانصافي) خو د دې ليكنې ليكوال ته دا وايم چې ته د خپلې ژبې په وړاندې د طلوع شبكې انصاف مه غواړه، د دوى خولې وتړه چې نور ښكنځل درته ونه كړي. داسې مې اورېدلي چې د طلوع چلوونكي غواړي يو پښتو چينل هم جوړ كړي، چې په كندهار، جلال اباد او پېښور كې به كتل كېږي، خو دغه اقدام ځكه دومره مثبت نه ښكاري چې د دوى موخې خلكو ته څرګندې دي اوس به موږ ته په پښتو هم ښكنځل كوي!. په طلوع كې يې يو دوو خپرونو ته يې پښتو نومونه وركړي، لكه (ژوندون) يا (لس) چې ټكى پښتو به هم ورڅخه وانه ورې، ځينې پښتو ژبې ويندويان په يوشمېر خپرونو كې ليدل كېږي، چې يو- يو تورى پښتو وايي خو وروسته يې پښتو بېرته ورڅخه پاتېږي. په كندهار كې يو خبريال لري، چې يو راپور يې هم په پښتو نه وي، ان چې طلوع په پښتو خبرونو كې هم د دې خبريال راپور ږدي، چې خبرونه پښتو خو ګزارشونه په دري ژبه وي. دا څه مانا؟ ايا د (اوغان غول) ژبه دومره پاته ده چې په خپله سيمه كې ورته د نورو سيمو خبريالان ټاكئ؟ په تېرو څلوروكلونو كې پښتو ژبه په هر لحاظ د سياسي او سياستبازيو ښكار شوه، چا په دې وغندله چې ګواكې د طالبانو ژبه وه، چا په دې خاطر وښكنځله چې د حامد كرزي ژبه ده او چا په دې خاطر وغندله چې د (اوغان غول) ژبه ده، حال دا چې په خپلو طالبانو دا ژبه دومره ځپلې او د پرمختګ مخه يې ډب كړې چې په تاريخ كې به يې بل واكمن نه وي كړې، طالب واكمنانو خو ګردسره د (افغان) تورى نه مانه او افغان به يې په (مسلمان) بدلاوه، ان چې د پخوانيو شاعرانو په شعرونو كې به يې هم د افغان پر ځاى (مسلمان) ليكه، ښاغلى كرزى خو ټولو ته معلوم دى چې پښتو ته يې هېڅ هم نه دي كړي، بلكې هغه پخوانى امتياز يې هم ورڅخه واخيست او د نورو لمن ته يې واچاوه، د پښتنو ژبه يې غوڅه كړه او دا خلك يې تر پښو لاندې كړل، د زينې په توګه يې ترې كار واخيست او ځان يې مقام ته ورساوه. ځينو كسانو ته دا موقع هم په لاس وركړه چې پښتو ژبه او د پښتو تورو منلو ته (جبر) وايي. ښاغلى كرزى په خټه پښتون دى، عملاً يې تل د دې قوم د سپكاوي، ځپلو او وركاوي لپاره كار كړى دى. دى داسې مشاورين لري چې تر ده زيات (مضر احتياط) كوي چې د همدې احتياط له كبله يې د دې قوم هغه پخوانى پرځاى حقوق هم ترې واخيستل، خو له بده مرغه بيا يې همد نورو اعتبار او باور ترلاسه نه كړ. د دې ټلويزيوني شبكې چلوونكي وايي چې تر ټولو ډېر ليدونكي لري حال دا چې د ليدونكو د شمېرې زياتوالى مهم نه دى بلكې مهم دا دي چې څومره خلك ترې مثبته استفاده كوي، د دې ټلويزيون اكثره فلمونه له اخلاقي پلوه ټيټ او لوېدلي دي، چې په كې اتلان شراب څښي، نيمه بربنډ بدن يې وي او ناڅي، نيمه بربنډې ښځې له دې ټلويزيون څخه ښكاري، چې په څلورو روانه وي او د بدن مهم ځايونه يې په څرګنده ليدل كېږي، دغه راز ځينې كارټوني فلمونه هم د ماشومانو لپاره خپروي، چې هلته هم ځينې صحنې داسې دي، چې ان مشران يې نه شي كتلاى او د افغاني ټولنې له روحيې سره برابري نه لري. د طلوع كاركوونكي په دې وياړ چې ’ طلوع، یکی از تلویزیون های خصوصی در افغانستان است که در کنار مسایل سیاسی، بیشتر به مسایل مربوط به مد و فیشن می پردازد‘. افغانان له ګڼو سياسي بحرانونو څخه راتېر شوي او ايله اوس د ارامۍ ساه اخلي، په دې هېواد كې تر اوسه په سلو كې د ۳۰ په شا خوا كې خلك لوستي (باسواده) دي، چې په اوس مهال كې فقر او بېكاري د ګڼو افغانانو ستونزه ده، خو په دې ټلويزيون كې به د ’موډ او فېشن‘ خبرې به خلكو ته څه وركړي؟ افغانستان څومره ښاري سيمې لري؟ څومره خلك به ورڅخه استفاده وكړي؟؟ يو وخت زه په كابل كې وم او د طلوع يوه خپرونه روانه وه، چې يوه د اوږدو وېښتانو لرونكي ويندوى په كې ويندويي كوله، يوه مېرمن چې په يوه دكان كې يې سودا كوله كله چې يې په ټلويزيون كې د دې ويندوى څېره وليده نو ويې ويل ’خاك ده سر تو زنچو شوه‘ چې زه يې ډېر وخندولم، كله چې مې ويندوى ته وكتل، وېښتان يې د ښځې و، خو غږ يې د نارينه!. موده وړاندې د دې ټلويزيون يوه ښځينه ويندويه ووژل شوه، د هغې وژل ډېر هېښوونكي وو، چا ويل د كورنۍ كوم غړي وژلې ده، چا ويل ورور وژلې ده، چا ويل نامزد وژلې ده، خو هرڅه چې وو په عامو خلكو كې ډېرې ګنګوسې راوپارېدې. زياتو كسانو دا ويل چې هغې په يوه داسې پروګرام كې كار كاوه چې د ځوانانو لپاره يې سندرې خپرولې، ټوكې به يې كولې او ځينې داسې خبرې به يې كولې چې دا ټولنه يې زغم نه لري، خلكو نيوكه درلوده چې دا خپرونه د ځوانانو اخلاق خرابوي او بېلارۍ ته يې راكاږي. په دې اړه په ايينه ټلويزيون كې يو پروګرام جوړ شوى و، چې ګڼو كسانو نظرونه وركړي وو، كه چا د هغو نظرونو پروتله كولاى په څرګنده خلكو نيوكه درلوده چې د هغې په وژلو كې طلوع لوى لاس لري. په همدې تړاو د دې ټلويزيون يو كاركوونكى شكېب ايثار وايي ’دا ټلويزيون ځوانانو ته يوه داسې كړكۍ ده چې بهرنۍ نړۍ ته وګوري، موږ غواړو د خلكو سترګې پرانيزو چې له خپلو حقونو دفاع وكړي‘، دا دا مانا لري چې دوى غواړي ځينې داسې شيان خپاره كړي، چې تر اوسه خلكو نه وي ليدلي او په اصطلاح غواړي د خلكو سترګې پرانيزي، (د چا په خبره د خلكو سترګې څيرې كړي) چې دغسې يې هم كړې ده، په هرات كې دعالمانو شورا خو هسې ناپوهان نه دي چې د دې خپرونو بندېده غواړي. په دې باب يوه افغان ليكوال صبور سياه سنګ په انټرنټ كې يوه ليكنه خپره كړې او په يوه ځاى كې يې د دې ټلويزيوني شبكې د څو تنو كاركوونكو خبرې رااخلي، د ساري په توګه سعد محسني د دې ادارې مشر وايي: ’موږ خطرونه منو، كېدى شي د شيما رضايي مړينه په طلوع ټلويزيون كې د هغې پر تېرو كارونو اړه ولري، زيات خلك د دې ټلويزيون پر ډول او شېوې نيوكې لري‘. نو ښاغلي محسني ته يادونه په كار ده كه زيات خلك د دې ټلويزيون پر شېوې او ډول نيوكې لري تاسې ولې غور نه ورباندې كوئ، ايا تاسې خپرونې د خلكو لپاره كوئ كه د ځان لپاره؟ ستا له خبرو خو دا مانا اخلو چې عام خلك يو څه درڅخه غواړي تاسې بل څه خپروئ. په هغه ټليفوني تماس كې چې د طلوع له مشرتابه سره مې درلود، ځينې ستونزې مې ورسره شريكې كړې، خو ښاغلي محسني وويل موږ چې ايرانۍ سندرې خپروو، هغه يوازې په HOP خپرونه كې راځي چې خلك يې غواړي او په نورو خپرونو كې نه وي. دغه راز يې د ملي ټرمينالوژۍ په باب وويل چې په پښتو كې سمه ده موږ پوهنتون، پوهنځى، ښاروالي او نو ر وايو، خو په دري كې دا اصطلاحات نه كاروو!. دا چې افغان ملي اصطلاحات به څنګه پرځاى پاته شي، د همدې ټلويزيون يوه بل كاركوونكي ښاغلي اشنا وويل: ’دا نيوكه ډېره پخوانۍ ده، وړاندې هم خلكو همدا شكايت كړى، كه چېرې د نشراتو د څارنې له كميسيون سره خبرې وشي، دا ښه طريقه ده، چې له بهر څخه رسمي فشار راشي، دا يو تجارتي چينل دى چې په ايران كې ډېر نشرات لري‘. نو كه چېرې طلوع په ايران كې نشرات لري او د هغوى لپاره هرڅه په ايرانۍ اړوي، په اروپا كې هم نشرات لري نو د هغوى لپاره دې نيمه بربنډې ويندويانې راولي، په انګرېزۍ دې خبرې وكړي!! خو افسوس چې په افغانستان كې دننه اوسېدونكي پښتو ژبي يې هېر دي او د هغوى لپاره هېڅ هم نه لري. بله دا چې د ايراني فلمونو، ايراني سريالونو او ايراني سندرو فيصده يې ډېره لوړه ده. د افغان حكومت درغلي دا ده چې له دې ټلويزيون څخه د ټكس اخيستلو په بدل كې ورته د هر ډول خپلسري اجازه وركوي، افغان حكومت له طلوع څخه د مياشتې ۴۰۰۰۰ډالره ټكس اخلي، خو هېڅكله دا نه ورته وايي چې څه بايد وكړي؟ د طلوع د تجارتي اعلانونو بيه دومره جګه شوې چې پر يو نيم دقيقې څلورنيم سوه ډالره پيسې اخلي، خو څرنګه چې دا ټلويزيون تجارتي بڼه لري، له دې كبله نه غواړي چې افغاني ارزښتونو ته درناوى ولري،ځكه دوى ګومان كوي چې رئيس يې له اسټراليا څخه پانګه راوړي او پر خپل ټلويزيون يې لګوي، هغه پوه شه او زړه يې. اوس مهال چې د ټلويزيون شمېره مخ په ډېرېدو ده، ځينې ټلويزيوني چينلونه په پيل كې ډېر بريالي روان وي، خو كله چې د ملت غوښتنې او پوښتنې په پام كې ونه نيسي، ناڅاپه د ناكامۍ كندې ته لوېږي. اريانا ټلويزيون چې اوس په زياتو ولايتونو كې ليدل كېږي، څه ناڅه افغاني بڼه لري، دا ورته زرينه موقع ده چې بايد مثبته استفاده ترې وكړي، هغه ناوړه تجربې دې نه تكراروي چې طلوع كړي دي.له افغان حكومت څخه په ټينګه غوښتنه كوو چې خپل مسووليت دې ترسره او دغه وړ پرديپال چينلونه دې يا بند كړي، يا دې افغاني بڼه وركړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مسلمان ورور اړتیا پوره کول", "output": "په اس� �ام کي د ورورولي زیات اړخونه دي او یو مسلمان پر بل مسلمان ډېر زیات حقونه لري او دا حقوق او واجبات مونږ ته دا راجوته کوي چي اسلامي ورورولي او اسلامي مینه او محبت د الله تعالی په وړاندي لوړ مقام لري خو په دې بحث کي مونږ د مسلمان ورور له حقوقو څخه یوه حق ته کتنه کوو کوم چي ډېري زیاتي ګټي اود الله تعالی په نزدډېر زیات اجر او وچت مقام لري که مونږ دا حق په پام کي وساتو او په خپل عملي کړه وړه کي ځای ورکړو اسلامي ورورولي ورباندي ټینګېږي ، یوله بل سره مینه ورباندي زیاتېږي او د رېښتوني محبت مصداقیت ثابتوي . آیا تا کله هم له مسلمان ورور سره د احسان په هکله او د هغه د ضرورت د پوره کولو په هکله څه آورېدلي دي ؟ آیاهغه لا� �ښوني چي په اسلامي نصوصو کي ددې عمل د فضېلت په هکله را نقل شوي دي تاته معلومي دي ؟ آیا په دنیا او آخرت کي د مسلمان ورور د حاجت د پوره کولو ګټي ته پېژنې ؟ آیا ته د هغه د آدابو په هکله څه ناڅه معلومات لرې او په دې هکله د سلف صالحینو کردار در ته معلوم دی ؟ ددې او دې ته ورته پوښتنو ځواب به لاندي کرښو کي تر لاسه کړۍ : مسلمان ورورته خیر رسول او د هغه اړتیا پوره کول یو پراخ مفهوم لري چي مادي او معنوي هغه اړخونه رانیسي کوم چي اسلام خپل پیروان دهغه لپاره په ورکړه او قرباني باعث کوي ځکه چي په دې کار سره د اس� �امي ورورولي روابط ټېنګېږي او انساني اړیکي وده کوي الله تعالی فرمایې : وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ واتقوا الله إن الله شديد العقاب ( المآئدة 2) او تاسي مسلمانان یو له بل سره په نېکي کي مرسته او معاونت کوۍ او په ګناه اوپه تېري کولو کي یو له بل سره کومک مه کوۍ او له الله تعالی څخه ووېرېږۍ په رېښتیا سره الله تعا� �ی د سخت عذاب ورکوونکی دی . علامه سعدي رحمة الله تعالی علیه په خپل تفسیر ( التفسیر السعدي ) کي ددي آیت په تفسیر کي داسي لیکي : وتعاونوا على البر والتقوى أي ليعن بعضكم بعضا على البر وهو اسم جامع لكل ما يحبه الله ويرضاه من الأعمال الظاهرة والباطنة من حقوق الله وحقوق الآدم يين والتقوى في هذا الموضع اسم جامع لترك كل ما يكرهه الله ورسوله من الأعمال الظاهرة والباطنة وكل خصلة من خصال الخير المأمور بفعلها أو خصلة من خصال الشر المأمور بتركها فإن العبد مأمور بفعلها بنفسه وبمعاونة غيره عليها من إخوانه المؤمنين بكل قول يبعث عليها وينشط لها وبكل فعل كذلك ولا تعاونوا على الإثم وهو التجرؤ على المعاصي التي يأثم صاحبها ويجرح والعدوان هو التعدي على الخلق في دمائهم وأموالهم وأعراضهم فكل معصية وظلم يجب على العبد كف نفسه عنه ثم إعانة غيره على تركه واتقوا الله إن الله شديد العقاب على من عصاه وتجرأ على محارمه فاحذروا المحارم لئلا يحل بكم عقابه العاجل والآجل (تفسير السعدي ج1/ص219) ترجمه : د الله تعالی ددې قول ( وتعاونوا على البر والتقوى) مطلب دا دی چي تاسو یو � �ه بل سره په هر هغه کار کي مرسته او کومک کوۍ په کوم چي الله تعالی خوشاله کېږي ،د تقوی توری په دې ځای کي د هر هغه پرېښوولو ته ویل کېږي چي د هغه کول د الله تعالی نه خوښېږي او مونږ یې ورڅخه منع کړي یو که هغه ښکاره عملونه دي او که باطني اعمال وي ،که هغه د الله تعالی له حقوقو څخه وي او که د بندګانو له حقوقو څخه وي ، او په هر هغه خوي او کار کي یو له بل سره مدد کوۍ چي د هغه په کولو مسلمان مکلف وي ، هغه کارونه چي مسلمان یې په کولو د الله تعالی له لوري مکلف ګرزولی شوی دی هغه هم پخپله باید وکړي او هم يي له بل مسلمان ورور سره په کولو کي مرسته وکړي او دا چي الله تعالی فرم ایې ( ولا تعاونوا على الإثم والعدوان) ددې مطلب دادی چي په ګناه کولو کي او د ګناه لپاره په جرأت ورکولو کي یو دبل مرسته مه کوۍ ، او د خلګو په ځانونو او په ملکیتونو او شتمنیو او د هغوی په عزتونو په تېري کولو او تجاوز کي یو د بل مرسته مه کوۍ دا ځکه چي په هر مسلمان باندي فرض دی چي هم په خپله ځان له ګناه کولو او له ظلم کولو څخه وساتي اوهم له بل مسلمان ورور سره کومک وکړي چي دا ډول ناروا کا� �ونکړي او پرې ایږدي (واتقوا الله إن الله شديد العقاب) اوله الله تعای څخه ووېرېږۍ ځکه چي د الله تعالی عذاب د هغو انسانانو لپاره ډېر سخت دی کوم چي د الله تعالی نافرماني کوي او نورو ته هم په ګناه کولو كي جرأت ورکوي او د الله تعالی له محرماتو ځانونه وساتۍ ترڅو د الله تعالی بېړنی او یا ځنډنی عذاب در باندي راښکته نشي . په بل ځای کي الله تعالی مسلمانان یو د بل وروڼه ګڼي او فرمایې : واذكروا نعمة الله ع� �يكم إذ كنتم أعداء فألّف بين قلوبكم فأصبحتم بنعمته إخواناً ( آل عمران 103) او در په زړه کړۍ تاسي د الله تعالی هغه په تاسي باندي پېرزوکړی احسان او نعمت چي کله تاسي د جاهلیت په مرحله کي یودبل دښمنان واست بیا ال� �ه تعالی ستاسي په زړونو کي د یواوبل لپاره مینه در واچوله تر څوچي تاسي د اسلام په لوی نعمت سره یو دبل وروڼه جوړ شوۍ . په بل آیت کریمه الله تعالی فرمایې : إنما المؤمنون إخوة (الحجرات ۱۰) په رېښتیا سره مسلمانان یو دبل وروڼه دي . اوس راشۍچي د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مبارک طلایې اقوال وګورو کوم چي د مسلمانو د خپل مېنځي تعاون او یوله بل سره په همکاري کولو کي را نقل شوي دي : عن أبي مُوسَى عن النبي صلى الله عليه وسلم قال إِنَّ الْمُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا وَشَبَّكَ � �َصَابِعَه (صحيح البخاري) له ابوموسى رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : یو مسلمان د بل مسلمان لپاره (د تعمیر د جوړولو لپاره) د خښتي مثال لري چي یوه هغه بله راټېنګوي او رسول الله صلی الله علیه وسلم (دعملي ښودلو لپاره) خپلي ګوتي جال کړې . عن النُّعْمَانِ بن بَشِيرٍ قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ في تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إذا اشْتَكَى منه عُضْوٌ تَدَاعَى له سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْح ُمَّى (صحيح مسلم ) له نعمان بن بشیر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل د مسلمانانو مثال په یو له بل سره مینه اویو پر بل باندي په زړسوي کولو او یوله بل سره په همدردي کي د یوه انساني بدن دی کله چي د بدن یو اندام د خوږ شکایت وکړي ټول بدن ورسره بېخوبه او ناکراره شي او تبه یې ونیسي . عن � �َنَسٍ عن النبي صلى الله عليه وسلم قال لا يُؤْمِنُ أحدكم حتى يُحِبَّ لأَخِيهِ ما يُحِبُّ لِنَفْسِهِ (صحيح البخاري ) له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل په تاسو کي یوڅوک تر هغه وخته بشپړ مومن نه شي جوړېدلای تر څو چي د خپل مسلمان ورور لپاره هم هغه څه خوښ کړي چي د ځان لپاره یې خوښوي . دا هغه ایماني حقوق دي چي یو مسلمان یې د خپل مسلمان ورور لپاره په خپل ځان لازم وګڼي . عن أَنَسٍ رضي الله عنه قال قال رسول اللَّهِ صلى الله عليه وسلم انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أو مَظْلُومًا قالوا يا رَسُولَ اللَّهِ هذا نَنْصُرُهُ مَظْ� �ُومًا فَكَيْفَ نَنْصُرُهُ ظَالِمًا قال تَأْخُذُ فَوْقَ يَدَيْهِ (صحيح البخاري) له أنس رضي الله تعالی عنه څ خه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : له خپل ورور سره کومک وکړه خواه که هغه ظالم وي او که م ظلوم وي صحابه وو وویل چي که مظلوم وي خو مرسته به یې کوو او که ظالم وي څرنګه به یې م رسته کوو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : لاسونه یې له ظلم کولو څخه ونیسۍ . په دې دواړو حالتونو کي د اسلامي ورورولي هغه ستر ارزښت څرګند دی کوم چي یې یو مسلمان باید خپل ورځنی معمول وګرزوي . اوس راشۍ چي وګورو د مسلمان ورور اړتیا پوره کول او هغه ته خپل خدمتونه وړاندي کول زمونږ په مقدس دین کي څومره ارزښت لري . عن عمر أن رجلا جاء إلى النبي صلى الله عليه وآله وسلم فقال يا رسول الله أي الناس أحب ألى الله وأي الأعمال أحب إلى الله فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم أحب الناس إلى الله أنفعهم للناس وأحب ا� �أعمال إلى الله سرور تدخله على مسلم أو تكشف عنه كربة أو تقضي عنه دينا أو تطرد عنه جوعا ولئن أمشي مع أخ لي في حاجة أحب إلي من أن أعتكف في هذا المسجد شهرا في مسجد المدينة ومن كف غضبه ستر الله عورته ومن كظم غيظه ولو شاء أن يمضيه أمضاه ملأ الله قلبه رجاء يوم القيامة ومن مشى مع أخيه في حاجة حتى يثبتها له ثبت الله قدمه يوم تزول الأقدام ( المعجم الصغير ( الروض الداني ) له ابن عمر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي یو سړی � �سول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه چي الله تعالی ته غوره سړی څوک دی او غوره عمل کوم یو دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله تعالی ته زیات غوره سړی هغه څوک دی چي خلګو ته یې زیاتي ګټي رسېږي او غوره عمل الله تعالی ته دادی چي یوه مسلمان ته خوشالي ورسوې او یا کوم بار ورڅخه پورته کړې او یایې یو پور پرې کړې او یالوږه ور څخه وشړې ، اوداچي زه د یوه مسلمان د حاجت د پوره کولو لپاره له هغه سره ولاړشم دا ماته تر دې زیات غوره دی چي په دې مسجد د مدینې منورې په مسجدکي یوه میاشت معتکف ( د الله تعالی د عبادت لپاره ګوښه ) شم او چا چي خپل کاوړ بند کړ الله تعالی به یې د عیب ځایونه پټ کړي او چاچي خپله غصه وزغمله او د انتقام اخېستلو وس یې وو خو وایې نه خیستلو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ له امیدونو څخه زړه ور ډک کړي او څوک چي د یوه مسلمان د حاجت د پوره کولو لپاره له هغه سره روان � �ولو او هغه حاجت یې پوره کړ الله به یې په هغه ورځ پښې ټېنګي کړي په کومه ورځ چي به د خلګو پښې ښویېږي . عن ابن عمر وأبي هريرة قالا سمعنا رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من مشى في حاجة أخيه المسلم حتى يتمها له أظله الله عز وجل بخم سة آلاف ملك يدعون له ويصلون عليه إن كان صباحا حتى يمسي وإن كان مساء حتى يصبح ولا يرفع قدما إلا كان له بها ح سنة ولا يضع قدما إلا حط عنه بها خطيئة ( کنز العمال) ابن عمر او ابوهریره رضي الله تعالی عنهما فرمایې : چي مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي هغه وفرمایل : یو څوک چي د خپل مس� �مان ورور د ضرورت د رفع کولو لپاره له هغه سره ولاړ شي او هغه حاجت یې تر سره کړي الله تعالی ورته په زرهاوو م� �ایکه ګماري که سهار وي تر ماښام پوري له لله تعالی څخه ورته بښنه غواړي او که ماښام وي تر سهاره پوري له لله تعالی څخه ورته بښنه غواړي او چي هر قدم پورته کوي یوه نېکي یې زیاتېږي او چي هرقدم په زمکه ږدي یوه ګناه یې بښ� �ه کېږي . عن أنس قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من مشى في حاجة أخيه المسلم كتب الله له بكل خطوة يخطوها سبعين حسنة ومحا عنه سبعين سيئة إلى أن يرجع من حيث فارقه فإن قضيت حاجته على يديه خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه وإن هلك فيما بين ذلك دخل الجنة بغير حساب (الترغیب والترهیب) له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :څوک چي د خپل مسلمان ورور د حاجت د پوره کولو لپاره له هغه سره � �وان شي هر قدم چي آخلي الله تعالی ورته اویا نېکي لیکي او اویا ګناهونه یې بښي تر څو چي هغه ځای ته بېرته راګرزي له کوم څخه چي روان شوی وي که د هغه کس حاجت دده په لاس پوره شي داسي له ګناهونو پاکېږي لکه په هغه ورځ چي مور زېږولی وي او که په دې حاجت پوره کولو کي هلاک شي جنت ته به بې حسابه ننوزي . وعن أنس رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من لقى أخاه المسلم بما يحب ليسره بذلك سره الله يوم القيامة ( الطبراني في الصغير) له أنس رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي له یوه مسلمان ورور سره په هغه څه سره چي د هغه خوشېږي مخامخ شي تر څو چي هغه خوشاله کړي الله تعالی به د یې د قیامت په ورځ خوشاله کړي . عن أبي هُرَيْرَةَ قال قال رسول ال� �َّهِ صلى الله عليه وسلم من نَفَّسَ عن مُؤْمِنٍ كُرْبَةً من كُرَبِ الدُّنْيَا نَفَّسَ الله عنه كُرْبَةً من كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَمَنْ يَسَّرَ على مُعْسِرٍ يَسَّرَ الله عليه في الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ الله في الدُّنْيَا وَالْآخِ� �َةِ وَاللَّهُ في عَوْنِ الْعَبْدِ ما كان الْعَبْدُ في عَوْنِ أَخِيهِ (صحيح مسلم) ابوهریره رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل : چاچي له یو مسلمان څخه ددنیا له کړاوونو څخه یو تکلیف پورته کړ الله تعالی به له هغه څخه د قیامت د ورځي تکلیفونه لېري کړي او چاچي په یوه تنګ لاسي باندي آسانتيا راوستله الله تعالی به په دنیا او آخرت کي په هغه � �سانتیا راولي او چاچي یو مسلمان پټ کر الله تعالی به هغه په دنیا او آخرت کي پټ کړي او الله تعالی تر هغه وخته د خپل بنده مرسته کوي تر څو چي هغه د خپل مسلمان ورور په مرسته کي لګیا وي . عن بن عمر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن لله عبادا خلقهم لحوائج الناس يفزع الناس إليهم في حوائجهم أولئك الآمنون يوم القيامة (مسند الشهاب) له ابن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د الله تعالی ځیني بندګان دي چي الله تعالی د خلګو د اړتیاوو دپوره کولو لپاره پیدا کړي دي او خلګ د ضرورت په وخت کي هغوی ته مخ اړوي دا کسان د قیامت په ورځ له عذابونو څخه په امن کي دي . يقول ابن عباس لا يزهدنك في المعروف كفر من كفره فإنه يشكرك عليه من لم تصنعه إليه( فيض القدير) ابن عباس رضي الله تعالی عنهما فرمایې : له خلګو سره خپل احسان کول په دې وجه مه پرېږده چي هغوی يي نه مني ، هغه څوک خوبه د شکر یه ادا کړي چي احسان د نه وي ورسره کړی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اروپايي اتحاديه او دانرژۍ چلينج ( عبدالله الهام )", "output": "ژباړن اوراټولونکى : عبدالله الهام داروپايي اتحاديې دمشرانواوروسيې ترمنځ داتومي تکنالوژۍ په برخه کې دنوي ګ� �ون اوملګرتيا دپرېکړه ليک دچوکاټ دتدوين په اړه درسمي خبرواترولمړى پړاوله کومې پايلې پرته پاي ته ورسېده . دروسيې دولسمشر ويلاديمير پوتين اواروپايي اتحادېې دچارواکوخبرې اترې په هلسنګي کې دلهستان دويتوترګواښ � �اندې راغلې . لهستان ويلي وو چې داروپايي اتحاديې دمشرانواوروسيې ترمنځ خبرې اترې روسيې ته له لهستان څخه دخوراکي توکوبنديز ويتو کوي . خو دلهستان مخالفت دهلسنګي دغونډې دبې نتيجې والي يواځينۍ لامل نه وو . داروپايي اتحاديې او روسيې ترمنځ دانرژۍ دامنيت په سر لدې زيات مخالفتونه شته چې دانرژۍ دامنيت موضوع يې داروپايي هيوادونولپاره په لويه اندېښنه بدله کړې . اروپايي اتحاديه دنړۍ دانرژۍ په اووه لس فيصده لګښت سره دانرژۍ دلګښت ترټولو لوى بازار شمېر ل کيږ ي .دمسکواوکيف ترمنځ دبيې دنه جوړيداله امله دروان ميلادي کال په لمړيوکې په اوک� �اين دروسيې دګازوڅو ورځني غوڅوالي داروپايانولپاره دخطرټلۍ وغږوله . اوکراين له روسيې څخه اروپاته دګازو اص� �ي ترانزيت دى اوپه اوکراين دروسيې دګاز غوڅيدا اروپايي هيوادونه دګاز دکموالي له فشارسره مخ کړيدي . دروسيې اواوکراين ترمنځ دګازکشلې ، داروپايي ټولنې اوروسيې ترمنځ دانرژۍ په برخه کې ملګرتيا مخکې له مخکې سياسي کړيده . دې کشلې له يوې خواروسيې ته په خپلو بهرنيو سياستونوکې دانرژۍ له اړم څخه داستفادې دتوان ښودنه کوي له بلې خوايې دروسيې دتيلو له ذخيروسره داروپايي هيوادنوتړاو برملا کړ . اروپايي هيوادونه کابو خپل څلوېښت فيصده ګازاوپه څلوروکې يوه برخه تيل له روسيې څخه واردوي . په اروپاکې دګاز دلګښت لرليدهم � �ه روسيې څخه دوارداتودزياتوالي ښودنه کوي . دتيلودبيې لوړيدا ، دتيلوپه بازارونوکې دڅپڅپانتيااود ژواک چاپېريال سياستونوته په پاملرنه د اروپاپه مصرفي انرژۍ کې د طبيعي ګازونډه مخ په زياتيدوده . دانرژۍ دنړيوال انجمن (آي ، اي ، آ) درپوټ په اساس دګازنړيوال لګښت تردوه زره ديرشم کاله پورې تر اووه نوي فيصده پورې زياتوالى مومي . ددې وړاندليد په اساس له روسيې څخه اروپاته دګازدواردولو اندازه تردوه زره ديرشم کاله پورې له اوسنۍ کچې تر يو اويا فيصده پورې رسيږي . اروپا دګازپه تمينولو کې دروسيې مقام هغه وخت څرګنديږي چې وپوهيږو دنړۍ دګازو يو� �ه دريو برخوڅخه دروسيې په پراخه خاوره کې نغښتي دي . ځکه نو اروپايي اتحاديه دروسيې دګازلپاره ځاي ناستى نلري . په اوس حال کې له روسيې پرته په اروپاکې دننه يابهر داسې هيوادونه شته چې کازوته داروپا ځينې اړتياوې تامينوي . � �نمارک ، هالنډ، نارو ى او انګلستان په اتحاديه کې دننه دګازتوليدونکي هيوادونه دي . انګلسټان له دوه زره پنځه کاله دخپل کورني مصرف له امله دګازپه واردوونکي بدل شويدى . ډنمارک اوهالنډ هم له خپلوزېرموڅخه په زياته کچه ګټه اخلي . يواځې ناروي په توره بحيره کې په درنو پانګونو سره په دوه راتلونکولسيزوکې دتوليد دزياتوالي امکان لري . داروپاله لوېې وچې بهر هم د الجزايراو ليبيا هيوادونه دي چې ارپا ته دګازو مهم صادروونکي هيوادونه دي . خود افريقا دشمالي هيوادونو ګازو دصادراتو توان دروسيې دصادراتوله توان سره ندى برابر . اروپايي هيوادونه دخپلې اړتيا وړ ګاز دتامينولو لپاره درنې پانګونې يا ترمطالعې لاندې دي ياهم دشمالي افري� �اله هيوادونوڅخه دانرژى دواردولو په زياتوالي کارروان دى . البته دايران اسلامي جمهوريت هم دنړۍ دګازود 17 فيصده زېرموپه درلودلوسره يوله هغوهيوادونو څخه دى چې داروپادانرژى داړتيازياته برخه دګازپه انرژۍ پوره کړي . ترکيې ته دايران دګازو غځېدلوپايپ لاينونوته په کتنه اروپايي هيوادونو ته له ايران دګاز واردول زيات ګټور پريوځي . اروپايي اتحاديه له بېلابېلوهيوادونوڅخه دګازووارداتو ته په ډول ډول ستراتيژى کې دوه چورليځي م وخې لري . يوه _ له روسيې سره دپيوستون کېدل اوبل د بيو دکمولو په خاطر دعرضه کوونکوترمنځ درقابت پيدا کول دي .ا� �وپايي اتحاديه لدې لارې غواړي داروپادګازودستر تامينونکي په توګه داروپا په وړاندې دخپلې چنې وهلوقدرت زيات کړي . اروپايي اتحاديه دانرژۍ خپلوشريکانوته دډول ډول والي په ستراتيژي په يووخت کې دانرژۍ دامنيت دتامينولو لپاره هم نورې لارې چارې هم په اجنډا کې لري . د( انرژۍ نړيوال منشور ) تصويب ته دروسيې ت� �غيب داروپايي اتحاديې انرژۍ دګډ سياست په لمړيتوبونوکې ځاى لري . دانرژۍ دنړيوال منشوردتدوين موخه دحکومتي انحصاراتو ماتول اوپدې برخه کې ديو آزاد رقابت دبازار رامنځ ته کول دي . لدې سره سره چې د اروپايي اتحاديې دځينوغړو ترمنځ دمنشور د عملي کولو لپاره مقاومتونه وجودلري . اروپايي هيوادونه هڅه کوي ترڅوروسيه دانرژۍ دم نشوراجرا اولاسليک ته وهڅوي . اروپايي اتحاديه غواړي چې دروسيې دانرژۍ بازارونوته داروپايي شرکتونود ننوتو � �اره اسانه کړي او دکشف ، امستخراج او دوړلوراوړلوپه پروژوکې په پانګونې سره يومتقابل پيوستون رامنځ ته کړي اودانرژۍ له اړم څخه دکرملين دمناورې دسياسي استفادې امکان ټيټ حدته راورسوي . دنړۍ دانرژۍپه بازارونوکې هيوادونه له يوبل سره تړلي دي . ولې هغه څه چې مهم دي پخپله پيلتياندبلکې په يوه بل پورې دتړاو اندازه ده پدې ډول اروپايي اتحاديه دانرژۍدامنيت په بحث کې له روسيې سره په متقابل اومتوازن پيوستون پسې ده . اروپايانوته پدې موخه لاسبرۍ آسانه ندى . دروسيې ولمشرولاديميرپوتين په يوويشتمه پېړۍکې دنړۍ په سياسي معادلوکې دانرژۍ په رول پوهيږي اوپه آسانۍ سره دروسيې دتيلواوګازوپه ارزښتمنوسرچينوداروپايي شرکتونو کنټرول اودا� �وپايانوغوښتنومنلوته چمتوندى . يوويشتمه پېړۍ يې د انرژۍ پېړۍ نومولې ده . دتيلو اوګازو زيرمې ددې زيرمولرونکو هيوادونوته دقدرت په يواړم بدل شويدى . په اوسنۍ پېړۍ کې هر هيواد چې دانرژۍ په زيرمو تسلط پيداکړ کولاى شي چې له نورو حکومتونوسره په اړيکوکې دانرژۍ له اړم څخه کارواخلي . دعراق له نيواک څخه دامريکايو چورليځي موخه داده چې ددې هيواد اوفارس خليج دسيموپه لويوسرچينوتسلط پيداکول وو. دروسيې دتيلو اوګازو زيرمې داروپايي اتحاديې په م� �ابل کې دقدرت لويه سرچينه ده . دلويديځ سياست دنفوذ په مقابل کې د شوروي په دړې وړې کېدلو اود ناټود تړون په پ� �اخيدلوسره مسکوناتوانه ښکاره شو . اوس پوتين دتيلواوګازو په پرېمانه عوايدوپه تکيې سره دروسيې دقدرت دبېرته راژوندي کولوپه هڅه کې دى . دنيويارک ټايمز دورځپاڼې سرمقاله ليکونکى توماس فريدمن په يوه مقاله کې پدې ټکي اعتراف وکړ . ( دګازدپايپ لاينونوله کبله په لوېديځه اروپا دروسيې اغيز داس اس _20 له لرواټن توغندي هم زيات دى . ) که هرڅومره ولاديميرپوتين دانرژۍ له اړم څخه دسياسي ګټې اخيستنې له کبله داروپايانونيوکې ردوي خودروسيې ولسمشر دروسېې له ګازوسره داوکراين په پيوسته کېدلودرنګينو انقلابونو پروژه شنډه کړه اوداوکراين دنارنجي انقلاب څخه له يوکال وروسته روسيي پلوى ويکتوريانکوويچ يوځل بيا دواک ګدۍ ته راوګ� �ځيد. حتي لويواروپايي هيوادونوهم دڅه کم يوکال په اوږدوکې په اوکراين دګاز په څوورځني غوڅوالي دکرملين په واکمن دروسيې دمرکزخوښونې او درسنيو دفعاليت په محدودولو باندې خپلې نيوکې کمې کړيدي . داروپايي حکوم تونولپاره هغه څه چې د حياتي اهميت لرونکي دي هغه دخلکوکورونو او بټيوته د ګاز له رسېدلوڅخه ډاډمنتياده . داروپاهستګونې سيمو50 فيصده او بټۍ 24 فيصده انرژي دګازله لارې تامينږي . له روسيې څخه اروپا ته دګازپه صاد� �اتوکې هرډول ګډوډي ډېر اروپايي هيوادونه له کشلې سره مخ کولاي شي . اروپايي اتحاديه په � �وسيې له دباووسره سره دانرژۍ دمنشور په لاسليکولو سره تراوسه نده توانېدلې دانرژۍ په يوګډ سياست بريالي شي . داسې چې ځينې اروپايي حکومتونه په اروپايي اتحاديه کې دننه انرژۍ دګډسياست په هکله دچنې وهلوپه حال کې دي په يووخت کې يې له روسيې سره دانرژۍ په اړه ددوه اړخيزې ملګرتيا په برخه کې دتړنونولاسليکولوته مخه کړې ده . داروپايي اتحادېې دغړو هيوادونواوروسيې ترمنځ دمهموتوفقناموڅخه يوه هم آلمان ته دبالتيک دبحيرې له تل څخه دپايپ لاين دجوړولو 9 مېلياردډالري تړون دى داسې تړون چې دلهستان ، ليتوانيا اواوکراين هغوهيوادونو چې له روسيې څخه اروپاته دګاز دترانزيت په لاره کې پراته دي دهغوى غوسه راپارولې ده . داسې تړونونه داروپايي هيوادونوپه مقابل کې د روسيې چنې وهلو توان زياتوي . هماغه ډول چې اروپايي هيوادونه د اروپا دانرژۍ بازارته دننوتلوغوښتونکي شول دروسيې ولسمشر هم داروپادانرژۍ بازارته دروسيې دپروم ګازي شرکت دننوتلوخبره مطرح کړه . له يوې خواداروپايي اتحادېې دغړواوله بلې خوا له روسيې سره په اړيکو کې ددغه اتحاديې ددغه ډول ژورو اخت� �افونو سره سره تمه نه کيږي دانرژۍ په برخه کې دنوي ګډون اوملګرتيا دموافقې دلاسليک کيدا لپاره داروپايي اتح اديې اوروسيې خبرې اترې په نږدې راتلونکي کې کومې پايلې ته ورسيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلافي ځواكونه : په ختيځ كې اته تنه ترهګر ونيول شول", "output": "په افغانستان كې د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ټلوالي له خوا په خپاره شوي خبر ليك كې راغلي چې دا كسان د جمعي په ورځ د يو لړ پلټونكو عملياتو پر مهال د پكتيكا ولايت په ګورك سيمه كې نيول شوي دي . د رپوټونو په اساس د نيول شويو كسانو په ډله كې يو نامتو سيميز ترهګر هم شامل دى. عيني شاهدانو وويل: د دي عملياتو پر مهال د چا د وژل كيدا او يا هم ټپي كيدا خبر ندى وركړ شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ننګرهار : د بهرنيو ځواکونو چورلکه غورځيدلي ده", "output": "احمدلودين په ننګر هار کي وسلوالو طالبانو خبر ورکړ چي د نوموړي ولايت په اچين ولسوالۍ کي يي د بهرنيو ځواکونو چورلکه رانسکوره کړي ده طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ويلي چې دغه چورلکه يې تېر ماښام د اچين ولسوالۍ دمامندو د راغه په سيمه کې وېشتې ده . هغه زياته کړه چې په ياده شوې سيمه کې بهرني ځواکونه اربکيو ته روزنه ورکوي او په همدې موخه سيمې ته په چورلکه کې راغلي وو، چې ددوى له خوا وويشتل شوه او په کې ناست ټول کسان له منځه تللي دي . د ننګرهار دوالي وياند رسنيو ته ويلي دي چي چورلکه طالبانو نه ده نسکوره کړي بلکه د تخنيکي ستونزي له کبله يي بيړنۍ ناسته کړي ده چي د چورلکي سپرلۍ ته زيان نه دي رسيدلي خو په ختيځو ولايتونو کې د ناټو مطبوعاتي دفتر ويلي ، چې ياده شوې چورلکه د مخالفينو پر ډزو زيانمنه شوې او بېړنۍ ناسته يې کړې وه، خو په کې ناستو سرتېرو ته زيان نه دي اوښتى . دفتر زياته کړه، چې چورلکه له ترميم څخه وروسته الوتلې ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوشحال بابا", "output": "خوشحال بابا وايي: زه خوشحال توره په لاس به بیا راپاسمکه خبر شوم چې پښتون د چاغلام شو د پښتون او افغان د اوسني ناورین په لیدو سره مې وغوښت چې بابا راوبولم ترڅو بیا دغو مغلو پیې خپله توره راوباسي او د امو او ډیلي نه يې واړوي. خدای دې وکړې وکړي چې زما دا پیغام بابا ته ورسي او د اوسني ناورین د افغان د ویتلو فکر وکړيپه ډیره مینه. په خاوره د افغان بیا کوم مغل ایښی قدم دیراپورته شه خوشحاله که راځې دغه دې دم دی ملالې ټپې نشته اکبر خان په خوب ویده دیپامیر له غمه ژاړي اباسین خپه خپه دی بکوا سور سیلاب وړی دی کابل پرهر پرهر دیکوم چا درته په سرو لمبو سیځلی پیښور دی کنړ دی تالا شوی نښترونه ځوانیمرګ شولسپین غره کوترې تللي چنارونه ځوانیمرګ شول خبر نه يې خوشحاله نن افغان دبل غلام دیراځه توره راواخله ضرورت درته د قام دی ۱۷-۱۰-۲۰۰۹کرخ هرات"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخلګو ناهيلي او لاملونه يې", "output": "دخلګو ناهيلي او لاملونه يې اووه کاله تير شول؛ دټولۍ نړۍ ځواکونه راغلل؛ هره نوې وسله وکارول شوه؛خوشيي اوراډيواکتيف بمونه استعمال شول؛ له ټولې نړۍ نه ا� �بونه ډالره مرسته راغله، خو جګړه نوره هم توده شوه، ناخوالې نورې هم ډيرې شوې، بې امني، غربت ، کرکه او نفرت نور هم څوچنده زيات شو، ورسره يو شمير نوې لعنتى حلقى هم وزيږيدلې، لکه سړي تښتوونکي،پر وړونجونو او ماشومانود جنسي تېريو کونکى، او داسى نور … رشوت په قانونى اورګانونو کې قانونى حثيت تر لاسه کړ، لکه ستره محکمه او دعدليى وزارت، چې پکى درشوت بازار عروج ته رسيدلى، په حکومتى څوکيو ناست خلګ دحکومت پر مشروعيت شکمن دى، په پارليمان کې وکيلان خو له اولې ورځې دحکومت قانوني او بنسټيز جوړښت ته عقيده نلرې، له ښاغلي کرزي نه نيولي تر عادي مامور او بيا دپارلمان تر غړو پوري ټول په ظاهره په يوه خوله له بهرنيو ځواکونو سر ټکوي، پر بم باريو ويرونه کوي، خو بيا داهرڅه ته مشروعيت ورکول هم دځان حق ګڼي، بل پلوته بهرني ځواکونه دټولو ناخوالو س� �چينه دحکومت بې کفايتى ګڼي، لويديځې ورځپاڼې او رسنۍ موجوده حکومت پر ديرش فيصده خاوره واکمن ګڼي، دحکومت لوړ پوړى چارواکى دنشئ توکو په کاروبار کې ښکيل ګڼل کيږي، دژبني توپيرونو جګړه اوج ته رسيدلي، او ددې جګړې دتودو� �و لپاره پوره هڅې رواني دي، اقليت حاکم او اکثريت محکوم دى، په ګاونډى هيوادونو کې افغان مهاجرين له سختو ستونځو او حقارت سره مخ دي، په هيواد کې دبيرته راستنيدونکو مهاجرينو لپاره عملى پلان نشته، حتى چې دولت دهغوى پلارني جايداد او ځمکه هم نشى ورکولى، دبيا رغونى په کارونو کې هيڅ يو تلپاته او بنسټيز کارنه دى شوى، � �که دبندونو تړل، دبريښنا توليد، دزراعت پراختيا، او داسى نور، … څه چې شوي ،هغه ټول موقتى دى، آن تر دى چې دهيواد پلازمينه دکابل ښار لا تر اوسه په پوره توګه له صحى اوبو او بريښنا نه برخمن نه دي، ټول هغه جنګسالاران چې دخلګو عفت يې لوټ کړى؛ چې دخلګو په سرونو کې يې ميخونه ټک وهل؛ چې درقص مرده کارنامې يې انجامولې، تر هرچا دوي په دولت او پارلمان کې واکمن او ځواکمن دي، تر دى ځايه په پورتنيو خبرو کې، عامه افکار، نړيواله مي� �يا او سيميز څيړونکي ټول سره متحد دى، تقريباً دهر چا په خوله دا خبرې دي، خو دا چې ددې ناخوالو او ناهيليو اص� �ى اسباب او بنسټيز لاملونه څه دي؟ په دې کې دهرچا خپل خپل نظر دى، زما خپله څيړنه او ځيرنه لاندى لاملونه په ګوته کوي : _ الف_ افغانستان ته په راتګ سره دامريکا اصلي هدف خپل فوځي حضور و، دلته يوه اداره جوړول دهغوى لپاره،يو ضمني ضرورت و، چې ديو عاجل پلان له مخى يې يوازى هغه کسان سره راټول کړل، چې په اشغال کې يې له امريکا سره مرسته کړي وه، داکسان دوه ډلي وو، يو شمير هغه جنګسالاران وو، چې بالفعله يې دامريکا په قوم انده له طالبانو سره جګړه کوله او يو شمير هغه لويديځ ميشته افغانان وو،چې اکثرو يې دامريکا او نورو لويديځو هيوادونو تابعيتونه لرل، يعنى دهم هغو هيوادونو قانونى وګړي وو، او دهم هغو هيوادونو په رسمى، سياسى او تع� �يمى ادارو کې يي دندې لرلې، هغوى دخپلو حکومتونو په رسمى تقرري او امر راوستل شوي وو، لکه يو وزير چې خپل کوم م امور په کومه دنده وګماري، دوى نه دافغانستان داولس له مينځه راوتلى وو، او نه دعامه ولس په استازى توب را غوښتل شوي وو، دبون جعلى پروسه په عاجله توګه ورته جوړه شوه، ترڅو امريکا خپلو وفادار استازوته، دافغانستان دولس دغولوني په موخه قانونى رنګ ورکړي، په دې غونډه کې کرزي درې (٣)رايې خپلى کړې، مقابل لورى يولس(١١) رايې واخيستې، خو دامريکا په فرمايش ټول ګډون کوونکي دکرزي ټاکلوته اړکړل شول، ځکه چې کرزي له مخکى امريکا ددې کار � �پاره ګمارلى وو، او دبون غونډه په اصطلاح يوه د وړو پوزه وه، امريکا دخپلى ځواکمنې ميډيا پرمټ دى پ� �وسې ته دقانونى رنګ ورکولو لپاره ډير زيات تبليغات وکړل، ترڅو دافغانانو زهنيت، اماده کړى، خو دتاريخي ولس، تاريخي غولونه يو لنډ مهاله فکر وو، ځکه يې واقعى او تلپاتې بڼه خپله نکړى شوه، خلګ دظاهرى مصالحو يا بى وسۍ له امله خاموش وو، خو دغه هرڅه دهغوى په زړونو او دماغونو کې ځاى نيولى وو، تر دې چې اوس يې رو رو داظهار موقع په � �اس ورغله. _ ب_ امريکا افغانانوته دديموکراسى او جمهوريت پيغام په داسي حال کې ورکړ، چې له يوې خوايې هغه رسمى استازى چې په افغانانو کې يي هيڅ پښتوانه نه لرله راوستل، له بلې خوا يې دجمهورى، ععنعنوى او اس� �امي ارزښتونو په وړاندى تر ټولو سخترين جنايتکاران، چې له شره يې ولس طالبانو ته پنا ور وړي وه، يو ځل بيا واک ته ورسول، هغه څوک چې دولس عزت،عفت، مال او سر ته يې زيانونه اړولى وو، درقص مرده کارنامى يې انجام کړي وى، دژوندو انسانانو په سرونو کې يې ميخونه ټکوهلى وو، او په زرګونو حيوان صفته حرکتونه يې ولس ته ترلمر څ� �ګنده وو، هغه يې په لوړو څوکيو ونازول ،چې دا دامريکا دشعار او عمل تر مينځ يو ستر او عملى تضاد وو او ددې کړيد� �ى اولس په سترګو کې خاورۍې ور شيندل و. _ ج_ دحکومت او پارليمان ميکانيزم له اولې ورځې غير طبعى او غولوونکى و، او دى، دبيلګى په توګه دولسمشرى دلومړى ځل ټاکنو لپاره کارتونه اخيستل جبرى وو، په عمومى لارو سفر کونکى مسافر به دکارت په نه لرلو تر پوښتنې لاندى راتلل، حتى چې روغتون ته به مريض هم دانتخاباتو له کارت سره بول کيده،(له ماسره پخپله داسي شوي) او دکارت نه لرل يو ډول جرم پيژندل کيدو، چې دا په کامله توګه يوه جبرى پروسه وه، دکانديدي لپاره ټول شرائط داشغالګرو هيوادونو په خوښه ټاکل کيدل، هيڅ داسى يو کس ته چې داشغالګرو په وړاندى يې منفى دريځ لاره، دکانديدى حق حاصل نه وو، او دانتخاباتو څارنه هم داشغالګ� �و له خوا کيدله، چې داټول دديموکراسى له روح سره منافى اعمال وو، ځکه خو دا پروسه جعلى او غولوونکى ګڼل کيدى � �ي، بل پلوته تراوسه له حکومت سره هيڅ ډول اجرائى صلاحيت نشته، ځکه دهيڅ څه مخه نشى نيولى، ام� �يکايان ټول عملي اقدامات پخپله کوي، چارواکي يوازى دهغوى دتائيد لپاره ناست دي، امريکايي عسکر چې څه وغواړى، څه وخت يې وغواړي ، او دچالپاره يې وغواړى نو کومه قانونى محاسبه يې نشى کيدلى، چې دا د ولس � �پاره يو نه منونکى سپکاوى دى، چې له امله يې د دولت دوسلوالو مخالفينو ليکي ورځ په ورځ مضبوطيږي اودبهرني ځواکونو په وړاندي، له خلګو سره کرکه او دانتقام تلوسه زياتيږي، دجګړيزو سيمو واليان او و� �سوالان ديرغلګرو ځواکونو په خوښه ټاکل کيږى او ګوښه کيږي ؛بل پلوته انجوګانى مستقل حثيت او ځواک لري، چې ح کومت يې نشي کنترولولى؛ حکومتى چارواکى اکثر دافغانستان پر ځاى دهغو هيوادونو رضايت ته ترجيح ورکوي، چې دوى يې تابعيت لري، ځکه خو کومه پريکنده فيصله نشى کولى، بلکې چې کله له خنډونو سره مخ شي، نو دمقابلې پر ځاى استعفا وکړي او بيرته غرب ته تشريف يوسي، له شخصى شرکتونو، نړيوالو مافياوو او انجوګانو سره دحکومتى وزيرانو، واليانو، او والسوالانو اړيکو، دهغوى شخصى ګټوته پر حکومتى ګټو لومړيتوب ورکړى، ځکه خو نظم و ضبظ � �اوستل ،دادارى فساد او بى امني مخنوى ناشونى کرځيدلى، دجنګى جنايتکار او دبشر دحقوقو دتيرى کوونکو په توګه يوازى هغه چا ته ګوته نيول کيږى،چې امريکا ورسره ستونځه لري، هغه جنګى جنايتکاران چې له طا� �بانو وړاندى يې ټول ولس په جناياتو شاهد دى او هغه کمونستان چې دپيليګون کارنامى يې ترسره کړې، اوس دبشرى حقو� �و دمدافعينو په ډله کې راڅرګند شول، ديرغلګرو هيوادونو له لوري په مصنوعى ډول دديموکراسى په نامه يوه غير طبعى فضا جوړه شوې، چې په ولسى کچه هيڅ ملى بنسټ نه لري، مطبوعات او رسنۍ ټول هجومى بڼه لري، چې دهيواد تر مصالح و، پردي ارزښتونه پکى پاموړ ګڼل کيږى، له بده مرغه له يوې خوا په نړيواله کچه دافغانستان لپاره په پښتو اودري ژبوکومه خپلواکه ميډيانشته، يوازي داشغالګرو هيوادونو څو � �اديوګانې دي چې د bbc،امريکاغږ او ازادي په نامه يوطرفه خپروني لري ،بل لورته موجوده کورنۍ ميډياهم اکثره دبه� �نيانو له خوا تمويليزي او داخلى هر کلى يې دصفر مساوى دى؛ په ځانګړې توګه تلويزونى شبکې چې ديوې خاصې حلقې ل خوا چلول کيږي دخلګو دعقايدو، افکارو، او عنعناتو سره نه يوازى سمون نه خورى، بلکې پر ضد يي روان دي؛ هغه څوک چې دبهرنيانو سره نژدى اړيکي پيدا نکړى شى، دتلويزونى چاينل لايسنس هم نشى تر لاسه کولى، ځکه خو موجوده چاين� �ونه په يو اقليت پورى اړه لرى، له همدى امله عامه مصالحو او اکثريتى افکاروته ارزښت نه ورکوى،دغير طبعى ديم وکراسى په غير طبعى او مصنوعى فضا کې، دنويو جوړشويو سياسى ګوندونو يو لوى لښکر هم تر سترګو کيږى، چې په ډله کې يې ډيرو داسي بى موره او بى پلاره خلګو ګوندونه جوړ کړي، چې دهيواد دتجزې ترکچې لوړې او له ځانه مشرې نارې وهي، اکثر يې په کابل کې دخارجي سفارتونو له خوا تمويليږى او دکابل دورځپاڼو په څير له ښارونه دباندى يې په ولس کې يې څوک نه پيژني ، او نه دولس له مينځه پکى څوک شته او نه هم دولس پښتوانه لري، بلکې يوازى دخارجي مرستو په مټ دخارجي افکارو په چوپړ کې بوخت دى، چې دا هرڅه دعامه ولس د انديښنولپاره مثبت پيغام نشي وړاندي کولى ، او نه هم ولس پردې هرڅه سترګى پټولى شى. _ د_ دا يو تاريخي حقيقت دى، چې افغانان دهيڅ يو بهرنى ځواک فوځى حضور پخپله خاوره کې نشى زغملى، دامريکا دتجاوز په اول کې هم په دى اړه دافغانانو دنظرياتو پوښتلو ته توجو نه ده � �وى، بلکې له مبالغې او تبليغاتو نه کار اخستل شوى، هر هغه افغان چې دبهرنيو ځواکونو له حضور سره مخالف وو، ددښمن په نامه اعلان شوى، او يا يې دفشار له لاري خوله ور تړل شوې ،يوازى هغه محدود خلګ بى طرفه افغانان بلل شوي، چې خارجي ځواکونه يې تائيد کړي، چې دا پخپل ذات کې ددې غير طبعى ديموکراسي په زورپرخلګو تپل دى او دعامه و� �س له لورى تر اوسه څوک ددى ډول ديموکراسي منلوته تيار نه دى ... دپورتنيو بنسټيزو خاميو له امله دتيرو اوو کلونو پايله سرچپه وختله،ځکه چې دکږو خښتو ديوال کله هم نشى سيخيدلى،ترڅو بيرته ونه نړول شی ...."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزیه! دا ملي امنیت د په څه اخته دی؟", "output": "کرزیه! دا ملي امنیت د په څه اخته دی؟ ليکوال: ميرويس جلالزی له تیرو څو میاشتو را پدې خوا د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د نورو امنیتي پیښو سربیره د خبریالانو پر وړاندي هم بیلا بیلي نوي ستونزي را پيدا شوي دي. ګواښونه، وژني، ډا� �ول او د خبریالانو بندیانول او وهل ډبول هغه موارد دي چې په تیرو څو میاشتو کې یې ډیري پیښي ثبت شوي دي. د وینا خپلواکي چې افغان دولت او په خاصه توګه ولسمشر کرزی یې د خپلې واکمنۍ تر ټولو لویه لاس ته راوړنه بولي په دې ورستیو کې له پراخو ګواښونو سره مخ شوي ده او ښايي ډير ژر ګڼ شمیر رسنیز ارګانونه یا له هیواد څخه ووزي او یا هم خپل دفترونه ناڅرګندو ځایونه ته انتقال کړي. په مستعارو نومونو د خبریال په توګه زمونږ د یو شمیر خبریالانو وروڼو اوخویندو کار کول خو کومه نوي مسله نه ده، لیکن اوسنیو حالاتو ته په کتو سره د دې ویره شته چې ډیر خبري آژانسونه به هم د حقایقو د خپرولو له ویرې په مستعارو نومونو او له ناڅرګندو آدرسونو کار پیل کړي. په تیرو دوو میاشتو کې په کندهار کې د افغان خبریال جاوید احمد وژنه، پرویز کامبخش ته د عمر قیدسزا، د امروز او آریانا د ټلویزیونونو د دوو خبریالانو لنډ او اوږد مهال توقیف،په خوست کې د یوې سمیزې راډيو په خبریال برید او وروستۍ پیښه یې هم په لوګر کې د یوه بل خبریال نیول کیدل هغه څه دي چې د وینا څپ څپاندي خپلواکۍ ته یې ستر ګواښونه بللای شو. ښاغلي کرزی چې تل یې په خپ� �و تجملي مجلسونو او خبري غونډو کې د وینا خپلواکي د یوه ولسواک دولت پینځم رکن بللی په دې و� �ستیو کې د بیلا بیلو فشارونو له امله ځان د دې جوګه نه بولي چې له خبریالانو او د هغوي له حقونو په هغه ډول چې لازمه ده ساتنه وکړي. ښايي د دې کار لامل یو هم د مطبوعاتو د قانون نه توشیح کیدل وي؟ د مطبوعاتو قانون چې د پارلمان د دیني او فرهنګي چارو د کمیسیون د مشر محمد محقق پر وینا اوه میاشتي دمخه ولسمشر کرزي او د هغه اړوندو نورو ادارو ته د توشیح، انفاظ او تطبیق په موخه استول شوی تر اوسه یې دغه دری مراحل هیڅ یوړ هم نه دی پوره کړی او په روان حال کې د مطبوعاتو د قانون په نامه کوم خاص سند په لاس کې نه لرو پرته له هغه زاړه قانون څخه چې د څو لسیزو مخکې محصول دی.د مطبوعاتو د قانون نه شتون یوه هغه لویه ستونزه ده چې د افغان خبریالانو په ژوند کې د اوسنیو ستونزو لامل ګرځیدلي ده. د اطلاعاتو او کتلور وزیر، د پارلماني چارو وزیر او ولسمشر کرزی، دری واړه د قانون د نه شتون په برخه کې د اصلي لاملونو په توګه په ګوتو کولای � �و. که څه هم د خبریالانو د ملاتړ تر نامه لاندي بیلا بیلي ډالرماري ټولني را منځ ته شوي خو له هغوي څخه د افغان خبریالانو تمې لا پخوا شکیدلي او هيڅ کله هم دغو تش په نامه ټولنو د خبریالانو د ح� �ونو لپاره څه نه دي کړي او د هغوي کړنو ته په کتو سره په راتلونکي کې هم ترینه کومه تمه نه شته. که چی� �ته مو د رسنیو قانون نافظ وای نو ولي به اوس زمونږ خبریالان د ملي امنیت د ادارې په څیر د یو شمییر خپل سرو ارګانونو له خوا په ناحقه د اونیو او میاشتو لپاره بندیان کیدل. زه د افغانو رسنیو د کورنۍ د یوه کوچني غړي په توګه د ملي امنیت ادارې وروستۍ کړني د غندلو وړ بولم.دغې ادارې په دې ورستیو کې ګڼ شمیر خبریالان له مرکز او ولایتونو څخه پرته له کوم جوت تور څخه په بیلا بیلو نومونو توقیف کړي چې ځيني یې بی� �ته خوشي شوي او ځيني یې لا هم له هغوي سره بندیان دي.که چیرته له خبریالانو سره د ملي امنیت د ادارې سلوک وڅ یړل شي نو د طالبانو د حکومت له هغو کړنو سره یې توپیر نه شته چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ادارې له خوا تر سره کیدي. که څه هم هغې ادارې د اسلامي قانون له مخې له خلکو سره له منکراتو څخه د هغوي په منع کولو او روا کارونو ته د هغوي په لارښونه کې مرسته کوله او شیوه یې مستبدانه وه خو د ملي امنیت اداره بیا ظاهراً جایزو کارونو ته د لارښوني په نامه له خبریالانو او د دغه صنف له پلویانو سره داسي سلوک کوي چې د نړۍ په هیڅ یوې دیموکراتي ټولني کې یې بیلګه او ساری نه لیدل کیږي. د ملي امنیت اوسنۍ اداره د امر بالمع� �وف او نهي عن المنکر د ادارې په څير ورته مستبدانه سلوک کوي او بي له دې چې له اړوندو ادارو سره تم اس ونیسي د قانون له رڼا پرته هر هغه څه کوي چې غواړي یې.د بشري قانون له مخې او د نړیوالو میثاقونو په رڼا کې هیڅ یو انسان باید له کوم مشخص تور، او ثبوت پرته حتی د یوه ساعت لپاره هم بندي نه کړای شي لیکن زمونږ نور وګړي خو یوه خوا پریږده حتی خبریالان هم چې په نورو ټولنو کې خای ځای لري، د ملي امنیت ادارې په څير د یو شمیر ارګانونو له خوا بندیان کیږي او کړول کیږي. ایا زمونږ په هیواد کې د خبریالانو د تیروتنو د څ یړني د ادارې په نامه څه شته؟؟د دې پوښتني ځواب هو دی! د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې خو د خبریالانو د سرغړاوي د څيړني د کمیټې تر نامه لاندي یوه کمیټه شتون لري چې باید دغه کمیسیون د خبریالانو سرغړوني وڅیړي او بیا یې په اړه تصمیم ونیسي نه دا چې ملي امنیت اداره د خپلې دندې تر څنګ دغه دنده هم پر مخ بوزي. که چیرته ملي امنیت اداره ځان ته دا حق ورکوي چې د دغه مسلکي کمیسیون دندې هم پرمخ بوزي نو مه� �باني د وکړي د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د هم ولکه کړي او هر هغه څه د خپروي چې دوي یې د خپل پوځي قانون له اصولو سره سم بولي. د اطلاعاتو او کلتور ښاغلی وزیر عبدالکریم خرم چې د خبریالانو د ورستیو ننګونو او مرګ ژوبلي په اړه د خپلې کلابندي شوي ودانۍ په دریم پوړ کې له وروستي ځانمرګي برید وروسته اوس په ډاډه زړه کار کوي باید په دې پوه شي چې د ده وزارت د نورو دندو تر څنګ دا دنده هم لري چې د خبریالانو د ژوند خیال وساتي او هغوي ته په کاري ماحول کې لازم سهولتونه برابر کړي. په پای کې له ښاغلي کرزي څخه په ډير درنښت هیله کوم چې ژر تر ژره د ملي امنیت ادارې له چارواکو سره اړیکه ټینګه او په خپله شانداره ماڼۍ کې د غرمې د � �یړو په میلمستیا کې د دغې ادارې ریس امرالله صالح او د هغه بدمشانو ریسانو ته دا ور په یاد کړي چې له دغه بي باکه او ناقانونه کړنو څخه ډډه، د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره د خبریالانو له ناحقه وهل ډبول او ځوروني څخه لاس واخلي. دغه اداره خو نوري زیاتي دندې لري نه دا چې د اطلاعاتو او ک� �تور وزارت په څیر یوازي د کتابونو چاپ خپله اصلي دنده بولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مزدا پر لورې لاره", "output": "پوهاندډاکټر مجاور احمد (زيــــار)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نیمروز: ځانمرګي برید پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله", "output": "نن د شنبې په ورځ شاوخوا لس بجې د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د پولیسو یوه مرکز ته نژدې ځانمرګی برید وشو. په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي او دری پولیسان ژوبل دي. د نیمروز والي غلام دستګیر آزاد وویل چې ځانمرګي چاودیدونکي توکي په خپل بدن پوري تړلي وو او د پولیسو مرکز ته یې مخامخ ځان والوزاوه. په دې برید کې برید کونکی هم ټوټې ټوټې شوی دی . تر اوسه د دې برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د برکتونو مياشت (د محمدنعمان دوست ليکنه)", "output": "د ملي بانک مخ ته يوه سپين سرې ميرمن وچې شونډې کړوپه ناسته ده، د هغې ترشا بانک دى، چې په ميليونونه پانګه په کې ده او مخامخ يې د کابل - سرينا هوټل دى چې په لسګونو ډوله خواړه په کې تيارېږي . خو د ميرمنې مخ ته په وېړ پلاستيک يواځې څو افغانۍ پرتې دي او د هغې شونډې له ولږې سپېرې اوښتې دي . د هغې څنګ ته وړه ماشومه ناسته ده، د سر ويښتان يې جړ بړ دي او له شليدلي ګريوان څخه يې پښتۍ داسې ښکاري لکه ايکسرې عکس ته چې ګورې. ماشومه وږې ده، لاسونه يې پر زنګنو ايښي دي، هر لاروي ته سترګې اړوي را اړوي، خو په دې د چا نظر نه پرېوځي. د مېرمنې مرۍ په خوارۍ ځي راځي او له سپېرو � �ونډو يې د الله سپيڅلى نوم را پورته کېږي. هغه، هر را روان لاروى تر هغې څاري ترڅو يې له مخې تېر شي . دوه جوړه سره او سپين کسان را روان دي او په غاړو کې يې پراته نيکټيان ټالۍ وهي . هغوى په خپلو کې خبرې کوي ، يو وايي : رښتيا چې روژه د برکتونو مياشت وي، چې ماښام شي دستر خوان ډک شي، حيران پاتې يم چې اول څه ته لاس کړم؟ ميرمنې، د دې خبرې په اورېدو خپلې وږۍ لمسۍ او بيا يې په مخ کې غوړولي پلاستيک ته چې ايله د يوې وچې ډوډۍ پيسې پرې پرتې وې وکتلې او سر يې پر زنګنو کېښود. کابل د روژې ١٢ مه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يوازې راکټونه ورول به فلسطينيانو ته څه ګټه ورسوي؟", "output": "اسلامي نړۍ ته اوس څه کول په کار دي؟يوازې راکټونه ورول به فلسطينيانو ته څه ګټه ورسوي؟يو جامع فکر بايد چې وشي واعتصموا بح بل الله جميعا ولاتفرقواولاتهنوا ولاتخزنوا وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنينواعدوا لهم ماستطعتم الخ بېشکه چې قرآن عظيم الشان يو بهترين او جامعترين او لادښود کتاب دی چې الله جل جلاله نه يوازې د مسلمان، بلکې د ټول عالم بشريت لپاره د قيامت تر ورځې پورې يو ګټور او له دنيوي او اخروي ګټو ډک کتاب دی. ځکه خو تاکيد کوي چا چې پرې عمل وکړ، نو الله تعالی به يې دنيوي او اخروي عزت او سرلوړي ور په برخه کړي او چا چې شا ته کړ، نو هغه دی چې ذلت به يې په برخه وي، لکه نن ورځ چې زموږ اسلامي نړۍ ورسره مخ ده. که موږ اسلامي نړۍ په ريښتينې مانا له ټول کتاب الله نه دغه دوه آيتونه په عمل کې نيولای وای، نو نن ورځ به موږ دومره ټپ سوري د امريکا او اسرائيلو نه، نه وای، خو افسوس چې الله تعالی مو وحدت او يووالي ته رابولي او موږ تفرقي او تشنج لوري ته روان يو. او ګوره چې قرآن په صفا ټکو کې پيغام راکوي چې ګورئ که مو تنازع، اختلاف او تفرق وکړ، نو تاسو به بې زړه شئ ، نو الله به ستاسو قوت زايل کړي او له مينځه به يې يوسي چې په نتېجه کې به هلاک او تيت وپرک شئ. همدا وجه ده چې نن موږ هغه دی چې پنځه ميليونه اسرئيلو ته ملا ماته ده او د ځوابه يې نه يو. قرآن خو موږ ته پيغام راکوي چې تاسو د دښمن لپاره ځان سمبال کړئ. پوره تياری او آماده ګي ورته ونيسئ.دا درست ده چې الله د مسلمانانو ملګری دی او الله به آخر هم د مسلمانانو ټولی بريالی کوي. وروستۍ فتحه به د دوی وي، خو د دې په څنګ کې موږ هم بايد د ننني عصر وزمان په نوې او عصري ساينس وتېکنالوژۍ هم ځانونه سمبال کړو. قرآن او د اسلام مبارک دين خو هېڅکله د دې ممانعت نه دی کړې، بلکې د� �ته وايی چې ته څنګه خپل دښمن ته بايد ځان مضبوط کړې. دا يوازې ښه خبره نه ده چې بس ملا ځانمرګيو بريدونو او يا � �اکټونو ورولو ته وتړې. زموږ په ځانمرګيو بريدونو خو ټوله خساره خو موږ ته رسېږي نه دښمن ته او همدارنګه د � �اکټونو ورولو چې ټول ټال لس پنځلس کېلومتره لېرې واټن نه شي طی کولای. همدا اوس د حماس په پنځوسو راکټونو ايتشلو سره ايله يو کس اسرائيلي وژل شوی او د اسرائيلو په پنځه دقيقو بمبار کې چې لس هدفونه يې ايشتلي وي او تر سلو ټنو پورې يې بمونه يې ورولي دي او د خسارې کچه يې تر ٢٩٥ او د زخميانو کچه يې تر شپږ - اووه سوو پورې رسېږي، بلکې لا نوره به هم زياتېږي. دښمن مې ګوره چې څومره راباندې په ظاهرالاسباب کې قوي او هم راته پخپلو کې متحد او يو موټی دی او امريکا يې ښکاره تر شا ولاړه ده او ځينې عربي او عجمي اسلامي دولتونه هم ورسره په پټه او ښکاره ديپلوماتيکې اړيکې پالي. خدای او رسول او کتاب الله او سنت رسول مې يووالي، اتفاق او يو موټي والي ته راکاږي او موږ يې بيا پر ضد روان يو، نو الله تعالی به کله موږ هم سرفرازه نه کړي. زما د قاهري دوه تنه علمای کرام او مفتيان مې ځانمرګيو بريدونو ته راکاږي او فتوی د جواز وشهادت راته راکوي، خو ولې دوی د دې پرځای دې نوي نسل ته د ساينس وتېکنالوژۍ په اړه ترغيب نه ورکوي. موږ بايد د دوی په مقابل کې خپل ځوانان د اوسني عصر په ساينس وتېکنا� �وژۍ سمبال کړو. همدا اوس خدای خبر دی چې امريکا وروسته له چين څومره د سعودي عربستان پوروړې ده. دا د همدغو تېلو پيسې دي چې امريکا ته ورکړل شوي او هملته په کاروبار اچول شوي دي. زما مفتيان ولې پر سعودي د دغو پيسو فتوی نه و� �کوي؟ دا پيسې خو په حقيقت کې د ټول امت مسلمه حق دی او مزې چړچې پرې امريکا کوي. پور خوشې پر خوشې امريکا ته پ� �وت دی چې البته يا به يې ورکړي او يا نه، بلکې د دې وېره شته چې يو څه وخت يې شايد چې کنګل هم کړي. همدا اوس زم ا عربي شخيان چې په ميليونونو او ميلياردونو ډالر لري. هر يو يې پخپل شخصي لګښت په زرهاروو تنه فوځيان او ښه پياوړې اردو ساتلی او پاللی شي. اوس دوی ته په کار ده چې څنګه له دغې تورې بلا يعنې انګرېزي، امريکايي او اسرايلي ښکېلاکګرو څخه ځان خلاص کړي. په خدای دا د ډېر شرم خبره ده چې امريکا او اروپا د خپل عيسويت او يهوديت تر چتر لاندې سره راټولېږي. هغه دی چې يو يې بنځوس ايالتونه يو موټی او متحد کړي او بل يې هغه دی چې د هېټلر د مرګه و� �وسته دې ارمان ته رسېږي چې اروپا بايد يو واحده رهبري ولري چې نن هغه دی په اقتصادي لحاظ سره يو کېږي او يو شول او سرحدونه يې سره هم خلاص دي. زما راشه وګوره چې اول زه په پاکستان کې د خپل پښتون پوليس له خوا څومره د مهاجر په نوم توهينېږم. په زندان او په محبس کې اچول کېږم او چې څه مې ګټلې وي هغه هم راڅخه اخلي. همداسې ايران درواخله چې له شپږم پوړ نه يې راباندې د راغورځولو پورې د هېڅ شي صرفه نه ده کړې. همداسې تاجکستان وازبکستان او پاکستان هم درواخله چې همدې نننيو اشغالګرو ته يې زما د ځپلو او ذليلولو لپاره څه په اختيار کې نه دي ورکړي. سعودي هم همداسې درواخله چې د خدای د فريضې د اداء کولو لپاره مې پخپل پاسپورټ هم هغسې نه پرېږدي، لکه څومره چې ييو انګرېز او ام� �يکايي هلته ازاد ګرځي. همداسې ورپسې ترکيه، مصر او نور اسلامي هېوادونه هم درواخله. زه به تش په نوم اسلامي اتومي طاقتونه څه کړم چې پرې ووياړم، بلکې له ګټې يې ضرر راته زيات متوجه دی. که امريکا او ناټو مې په بم ونو، ټانکونو او بي دوه پنځوس وژني او کور وکلی او ولس او ټاټوبی مې راباندې راورانوي، خو له بل پلوه مې بيا څا� �ګره اداره امريکا ته د جاسوس په نامه وژني چې لا پر دې يې هم راباندې تسلا نه کېږي او نه يې راباندې زړه يخېږي، نو د قربانۍ د ګډوري په شان مې بيا حلالوي او وېډيو بيا ټول جهان ته ښيي چې داسې توره خو مې وکړه. د خدای لپاره زه جاسوس شوم خو څارګره اداره د امريکا لپاره جاسوسه نه ده. ښه نو دا اتيا زره پوځيان يې د څه لپاره اچولي؟ همدا اوس د دوی استخبارات د امريکا او پنتاګون او له ناټو سره شريک نه دي؟ په کوم موجب د دوی بې پېلوټه الوتکې په وزيرستان او باجوړ او نورو سيمو کې بمبار کوي؟ ايا د دوی خوښه به ورسره نه وي؟ ايا همدا راپور او زمينه ورته څ وک برابروي؟ هوايي ډګرونه، لارې او سړکونه او اتيا زره پوځ يې په استخدام کې شپه او ورځ لګيا او لا اوس هم چيغې وهي چې زه د امريکا ملاتړی او جاسوس نه يم. بيا زما کورمغزه طالب راپورته کېږي او خپل تن او وجود د څارګري ادارې په امر او فتوه باندې امريکا ته د جاسوس په تور وژني او حلالوي او سر يې ورته له تنې ورپرې کوي. ولې پنجابې دا کار نه کوي؟همداسې بيا ايران، سعودي او ترکيه درواخله چې هر يو يې بيا ځانته ځانته خپلې موخې، سياسي او مذهبي ت� �نجو باندې ککړ دي. زه به يې اتوم توانايي څه کړم چې همدا اوس را کې لاسوهنه کوي. د دې لپاره چې يو موټي او اتحاد ته مې راوبولي، شيعه ييزم او تاجکېزم ته مې رابولي او سيمه ييز او ژبنيز تاوتريخوالي ته لمن وهي. سعودي بيا سلفېزم او ترکيه د اسلامي خلافت ميراثخوره بيا هغه ده چې د يو کمونيست، ظالم او دېکتاتور جنرال دوستم شا ته ولاړه ده. همدوی (ترکيه او مصر) يوازېني اسلامي هېوادونه دي چې د يهودو سره ښې اړيکې پالي او د امريکا غلامۍ ته يې سر ټيټ کړی دی عربي اتحاديه چې تس په نوم يوه اتحاديه راټوله شوې له تاسيسه يې تراوسه کومه ګټه اسلامي نړۍ ته � �سېدلې ده؟ يوازې په محکومولو باندې به څه وشي؟ عمل په کار دی او يو جامع فکر په کار دی چې موږ په دغه يوويشتمه پېړۍ کې څنګه له دغه خونړي سېلاب، ناورين او تاوتريخوالي څخه چې نه يوازې فلسطين، بلکې ټولې اسلامي نړۍ ته متوجه دی ځان وساتو او څنګه بايد د ځانه لپاره يو دفاعي سيستم جوړ کړو. د خدای لپاره موږ ته د ډېر شرم ځای دی چې اوس امريکا د ايران په پلمه په چک او په پولنډ کې د باليستيکي او قاره يي ميزايلو لپاره له اروپا او خپل ځانته د ورپېښو خطرونو لپاره يو دفاعي سېستم، چتر او دېوال جوړوي او زه لا اوس هم د ځانمرګيو بريدونو په غم کې ډوب يم. هغه مېزايل چې زما په تېلو الوځي او بيرته همدا زه پرې وژل کېږم، نو زه خو هم بايد لږ وړاندې او وروسته سوچ وکړم او لږ بايد چې خپل ځانونه د غفلت له خوبه راوېښ کړو. د خدای لپاره دا د ډېر شرم خبره ده چې امريکا په زرګونه کېلوم ټره لېرې د ځان څخه د دفاع په خاطر هغه هم د شوروي له وېرې هغه بيا هم ورته په همغه پخپل پخواني کمونستي بلاک کې دفاعي چتر جوړوي. که مېزايل يې راځي، نو بيا هم همغه خپل پخوانی کمونستي بلاک به يې ځپل کېږي خپل متحدين به يې بچ وي. شيخ طنطاني خو اوس تازه د ځانمرګيو بريدونو فتوی د فلسطينيانو لپاره ورکړې او بلهاريان شهيدان بولي، خو اوس به نوموړی د خپل ولسمشر سره څه کوي چې ويل کېږي حسن مبارک د اسرائيلو د بهرنيو چارو له وزيرې د ليدو کتو پرحال څه خبرې اترې کړې وې. داسې انګېرل کېږي چې دغې بولهوسې اسرائيلي لېونۍ خو لا په مصر کې وه چې دا غږ يې پورته کړی وو چې موږ به حماس ته دا ځل يو شديده ضربه ورکوو. الله شاهد حال دی هغه پر مستوراتو ښه پوهېږي، خو علايم او ق� �اين داسې ايجابوي چې مصر د اسرائيلو له دې حملې څخه لا له وړاندې خبر وو. د اسرائيلو پوهاوی راپوهاوی د مصري اط� �اعاتو سره شوی وو او اطلاعات يې سره شريک کړي ول، نو بيا ولې منکرېږي؟ هغه اسلاميات خو لا څه کوې ان تر دې چې عربيت چېرې ولاړ؟ امريکا د دنيا له هغه سره يې مرستې ته رادانګي او دوی ورسره په څنګ کې خوا پر خوا اوسېږي هغه د ګاونډيتوب حقوق خو يې هم مراعات نه کړل. منافقت نور څرنګه وي؟ نه له خدايه او رسوله حيا، نه له قرآن او نه سنتو د پېغمبر نه حيا، نه د عمرو بن العاص (رض) له مرقد نه حيا. زه نه پوهېږم چې دغه مصري لوړ پوړي چارواکي به نور څنګه ځانته د يو درست مسلمان نسبت کوي او ولې يې بايد نور تېرې وکړي؟ ښکاره خبره ده چې دوی لا بخوا خپل ايمان بايللی او نور ورکې څه نه دي پاتې، نوځکه خو يې د يو يهودي سرسخته دښمن سره يې د خپل مسلمان ورور د ځپلو لپاره لاس يو کړ او پرې ويې وهلو. په دې معامله کې خو دوی په هغه اضعف الايمان نه هم خلاص شول. دا نه يوازې فلسطيني، ب� �کې ټول عالم اسلام يو ډېر دروند او سنګين غم او مصيبت دی چې نن يې هغه دی زموږ فلسطيني وروڼه او خويندې او واړه م اشومان ګالي او زغمي. خير دا ورځې او سخت ساعت به هم خدای تېر کړي. خو د الله جل جلاله اصول دا دي چې هغه د هرې سختې وروسته اسانتيا راولي. درست ده چې اوس به په ظاهر او عالم الاسباب کې اسرائيل پر فلسطينيانو زورور وي ځکه چې زو� �وره امريکا يې شا ته ولاړه ده. دا هم فلسطينی هم د الله تعالی مخلوق او پيداوښت دی او هغه پخپلو کارو ښه پوهېږي. دا ډېر د امتحان وخت دی کنه د الله تعالی سره څه کم دي او څه نه شي کولای. ايا هغه ذات کبريا ته د دغه سرکښانو وهنه څه مشکله ده نه هېڅکله نه. بس موږ به هغه ته صبر او خواست کوو چې خدايه ته د مظلومانو حق له ظالم نه واخ� �ې. خير اوس خو به محمود عباس او يا حسن مبارک او امريکا حماس ملامتوي چې اور بند يې بيرته تمديد نه کړ، خو کومه صرفه اسرائيلو نه ده کړې. ايا دا فلسطينيان د خدای مخلوق نه دی که څنګه؟ ايا د څښلو د اوبو حق هم نه لري هغه پرې هم دې ناترسو يهودو بندې کړې وې. دوی خو د بشريت نه خلاص دي او ولې ترې بايد څوک تقاضا او هيله د بشريت وکړي؟ دا اوربند خو هسې پلمه شوه کنه د بي بي سي ژورنالېست خو په خپله مرکه وويل چې اسرائيلو لا پخوا د کال په نيمايي کې داسې پلان درلود چې پر غازه باندې حمله وکړي، ولې خو هغوې ته پلمه په لاس نه ورتله او دا ورته ښه پلمه شوه. راځم دېته که سړی د ګرجستان په مساله کې د روسانو عبرتي درس چې ګرجي ولسمشر ته ورکړ او د ټولو عواقبو مسؤول يې هم همغه وګاڼه. دا يې هم ورته وويل چې ته دومره نر وې چې ته امريکايانو ته خلک ورکوې چې درته ويې � �وزي، نو اوس هم همدلته اسرائيلو او امريکا په حماس ته ضربه دا په حقيقت کې ايران او غيرمستقيم روسيې ته زور ښوول ول چې ترسره يې کړل او خپل انتقام يې دلته د ګرجستان په مقابل د غريبو فلسطينيانو او حماس نه واخېست. اس� �ائيلي لېونۍ خو په ډاګه وويل چې د حماس شا ته د ايران لاس دی او د ټولې بربادۍ مسؤول هم حماس دی. روسان هم دا خبره کوي چې د ګرجستان د بربادۍ مسؤول خپله ګرجي ولسمشر دی نه موږه، بلکې موږه خو هم مجبوره وو چې د خپلو خلکو نه دفاع وکړو او نن ورځ اسرائيل هم همدا خبره کوي. د روسانو له ماتې وروسته په افغانستان کې نړۍ يوه قطبي شوې او د امريکا او اسرائيلو دغو ظلمونو ته چې سړی ګوري، نو ضرورت د دې ليدل کېږي چې بايد يو څه نسبي انډول بايد چې برابر شي. الله تعالی د دې شهداوو شهادت پخپل دربار کې قبول کړي او الله تعالی د دې شهداوو د وينو له برکته په ټوله اسلامي نړۍ په تېره په عربي نړۍ کې يو خوځښت راپورته کړي چې نور تېری د دغې درانده خوبه راوېښ شي او خپل دوست او دښمن وپېژني. نن ورځ هغه دی چې ټوله اروپا يو کېږي او امريکا خو لا له مخکې خپل ځان پېژندلی او پنځوس ايالته يې سره پخپل ځان راټول کړي، نو موږ ته خو په کار ده چې د اسلامي اخوت له برکته هم سره يو شو. يوه واحده رهبري ول� �و، يوه کرنسي ولرو او يو واحده او يو موټې اردو ولرو چې لږ تر لږه خو د خپل ځان نه د دفاع قابليت او اهليت خو ول� �و. ترڅو به د امريکا او اسرائيلو ټپ سيوري يو او د دوی په بېرحمه بمباريو به زموږ ښکلي او تنکي ځوانان او معصوم ښکلي ماشومان مري اوموږ به ورته د خير په غونډۍ ناست يو. دا اوس د مصري علماوو اومفتيانو او د نورو اسلام ي هېوادونو د علمای کرامو حق دی چې راپورته شي او موږ بايد د سعودي سره د تېلو د پيسو حساب وکړو. د دوی هغه پيسې چې پر امريکا پور دي دا بايد چې له امريکا وغوښتل شي او پرې د يوې منسجمې اردو لپاره کار شروع شي. دا اوسني شرايط اوس موږ ته د دې مشروعيت راکوي چې بايد اسلامي نړۍ د خپل ځان د دفاع په خاطر هر ډول ذروي او اتومي وسله او هر ډول دفاعي امکانات د ځان لپاره تيار کړي. او د دې په څنګ کې بايد چې خپلمنځي اختلافات شا ته وغورځوي او پر يوې کليمې د اخوت د لااله الا الله محمدرسول الله تر قيادت لاندې سره راټول شي. بيا سروخت دی دا جنګ په حقيقت کې زموږ د اسلامي ټولنې په تېره د عربي ټولنې لپاره د راوېښېدو يو درس دی او بايد چې عبرت ترې واخلو. د خدای لپاره نن ورځ هغه دی چې پخپلو پيسو او تېلو باندې مرم که ما تېل نه ورکولی، نو ولې به يې راباندې بمونه ورولای. د لارې په سر هم زه پروت يم چې لاره يې هم پر ما ده او بيا ترې هم زه وېرېږم. زه بايد راوېښ شم او خپل ځان وپېژنم او که يې ونه پېژنم، نو نن دی که سبا په والله چې اور مېږ به راباندې مات کړي لکه څنګه چې يې پر پخواني عراقي ولسمشر ورمات کړ او موږ ټولو ورته کتل. ای عربي شېخانو تاسو ته يې وايم. ولې مو سترګې وړندې او غوږونه مو کاڼه کړي دي؟ له خدايه او رسوله وشرمېږئ او لږ اتحاد ځان کې پيدا کړئ. لږ غيرت ځان کې پيدا کړئ، لږ ايمان قدرې ځان کې پيدا کړئ. خدای او رسول ته د دوستۍ لاس ورکړئ او د دې ظاهري او باطني دښمنانو د اسارت او غلامۍ نه نور تېری ځانونه خلاص کړئ. د خدای لپا� �ه نور تېری دا د اسارت کړۍ مو ماتې کړئ او ايسته يې ورګوزارې کړئ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسټراليا په افغانستان كې خپل سفارت پرانيست", "output": "په افغانستان كې د نوموړې هيواد نوي سفير د يكشنبې په ورځ په رسمې ډول خپل منل ليك افغان ولسمشر كرزي ته وړاندې كړ چې د هغه له لوري هم ومنل شو. اسټراليا له دې مخكې په افغانستان كې يو سفارتي استازى درلود خو وروسته له دې دا هيواد په افغانستان كې يوه رسمې نماينده ګې هم لري. اسټراليا د بن تر غونډي وروسته له افغانستان سره د مرسته كونكو هيوادو يو مخ كښ هيواد دى چې له سلو مليونو څخه ډېر ډالر يې افغان دولت ته په واك كې وركړې او همدا شان ۲۴۰ خاص سرتېري د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو په چوكاټ كې لرې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کيڼ اړختوب په لاتينې امريکا کې", "output": "ليکوال : سنګکي ژباړونکی : فواد لامع د امريکا لويه وچه له خپلو شپږ ديرشو هيوادونو سره يې چې د نړۍ په يوۀ ګوټ کې پرته ده او د سترو سمندرونو په اوبو د نړۍ له نورو وچو څخه جلا کيږي، په بيلابيلو واکمنو سيسټمونو او توپيرناکه اقتصادي کچو سره اداره کيږي. د نړۍ د ستر زبر ځواک په توګه د متحدو ايالتونو شتون او په نوموړې وچه کې د کوم بل پياوړي قدرت نشتوالی، د هغې د جغرافيايي موقيعت په پام کې نيولو سره، امريکا وچې ته داسې يوه بڼه وربښلې چې د دې سيمې د هيوادونو پخپل منځ کې راښکيليدل او له نورو هيوادونو څخه د اړيکو ليرې والی څرګندوي. په دې شرايطو سره د نورو غيرو امريکايي هيوادونو پام ډير لږ ددې سيمې حالاتو ته وراوړي. پر لاتينې امريکې باندې د متحدو ايالتونو له خوا درنو سياسي او اقتصادې اغيزو ( په ځانګړي توګه له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته )، د نوموړي زبر ځواک په وړاندې ددغې سيمې په هيوادونو کې يو ډول تقابل او يا له هغۀ سره همغږوالی وروزۀ چې زياتره دغو تنکيو فکرونو په دې هيوادونو کې ټاکنې، کودتاوې، انقلابونه، او يو لړ نور جبري بدلونونه راوزيږول. د بيلګې په ډول بوليويا د څو لنډو کلونو په ترڅ کې دوه سوه کودتاوې تر شا پريښودې، الفرد النده له خپلو پنځوس زرو پلويانو سره يې ووژل شو، پينوشه د وينو ويالې وبهولې، نوريګا له خپلې ماڼې څخه لاس تړلی امريکا ته يووړل شو، ارجنټيني پوځيانو دوه لسيزې په وينو او اور کې حکومت وکړ، فيډل کاسټرو او وچه ګوارا چې له متحدو ايالتونو څخه څو ګامه ليرې د کيوبا ازادي بښونکی انقلاب ترسره کړ، پر يو شمير رژيمونو او د لاتينې امريکا د خلکو پر ذهنونو يې دوه ګونې اغيزه وکړه. د کاسټرو رژيم که له يوې خوا يو وحشتناکه خوب وبلل شو، له بلې خوا يې د تلپاتې هيلې لقب هم ترلاسه کړ او په هرې پرتلې سره چې کيڼ اړختوب په دې سيمه کې وځپل شو په هماغه اندازه يې د خلکو ملاتړ هم ترلاسه کړ. د شوروي اتحاد له ړنګيدو او د نړۍ له يو قطبي کيدو وروسته، د امريکا متحدو ايالتونو په يوۀ نوي نړيوال نظم او ګلوبلايزشن سره خپل د يکه تازۍ خوبونه د نړيوال سياست چينې ته تير کړل او لا يې د خپلو خوبونو تفسير سم نه وو لوستی چې نوې ستونزې يې مخته راولاړې شوې. المان د فرانسې په ملګرتيا خپل اقتصادي سيوری داسې پر اروپا وغوړاوۀ چې هيڅ کوم زبر ځواک ته يې د نوک خښولو ځای هم پرې نه ښودۀ. چين، روسيې، جاپان او هند د پياوړو اقتصادي ځواکونو په توګه په اسيا کې سر راپورته کړ او د ټايوان، سهيلي کوريا او سنګاپور په شان کوچنيو اقتصادي ښامارانو ددې وچې پراخو بازارونو ته لکې وښوروله.خو متحد ايالتونه د عراق په ګړنګ کې په بند پاته کيدو، د القاعدې له ترهګرې شبکې سره په لاس و ګريوانتيا، له ايران او شمالي کوريا سره په نړيوالو ناندرو او له زهران څخه تر اکيناوا پورې د خپلو ځواکونو په خپرولو سره د داسې جنجالونو په يوۀ ډب کې يې پښه ونښته چې خلاصون يې ورته ستونزمن بريښي.متحد ايالتونه په دې پوهيږي چې ډير ژر به له پخو اقتصادي او پوځي زبر ځواکونو سره مخ شي نو ځکه د امريکا په وچه کې يې د خپلو اقتصادي ستنو بنسټيزولو ته پام واووښت او د لومړي ځل لپاره يې له کاناډا او پانامه هيوادونو سره د ( نفتا ) تړون لاسليک کړ. له هغۀ ځايه چې متحد ايالتونه د امريکا په وچه کې د مستقيمو او نامستقيمو ماتو او برياوو اوږد تاريخ لري، له دې مخې د نوموړې وچې د يو شمير نسبتا پياوړو او ټاکل شويو رژيمونو له لوري د متحدو ايالتونو د نفوذ په وړاندې يو ډول کيڼ اړختوب او مقابله راپاڅيده چې دغه اندونه د پرمختګ په بيلابيلو پړاوونو کې لار وهي. متحدو ايالتونو څه موده وړاندې تصميم ونيو چې له کيوبا پرته دامريکا د وچې پنځه ديرش هيوادونه د اروپا ګډ بازار ته ورته په يو اقتصادي بازار کې سره راټول کړي او په همدې موخه ولسمشر بوش د ارجنټين په پلازمينه بوينس ايرس کې ددغو هيوادونو له مشرانو سره وکتل او ددغۀ راز بازار د جوړولو لپاره يې خپلې طرحې وړاندې کړې خو تير يې پر نښان ونه لګيد او دا طرحې يې د برازيل، ارجنټين، يوروګوې، پاراګوې او وينزويلا هيوادونو له سخت غبرګون سره مخې شوې. د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوېز چې يو تندلاری کيڼ اړخی دی وويل چې د دغۀ راز بازار له جوړولو څخه د امريکا موخه ددې هيوادونو پر اقتصادي زړونو باندې د امريکايي کمپنيو د درنو خپړو لګول دي او زياته يې کړه چې دی به د متحدو ايالتونو له استثماري سياستونو سره مقابله وکړي او د امريکا امپرياليزم به په وېنزويلا کې ښخ کړي. ه بلې خوا د بوليويا په ټاکنو کې د موراليس په نامۀ له چاويز څخه لا يو بل سخت دريځه کيڼ اړخی واک ته ورسيد او په ډاګه يې کړه چې نوموړی پخپل ذهن کې د کيوبا او کاسټرو په شان خوبونه پالي. په ورته وخت کې په چيلي کې ددې هيواد د يو ستر کيڼ اړخي اعدام شوي مشر الفرد النده لور د واک پر ګدۍ کيناسته. د چيلي د نوې ولسمشرې پلار النده په کال 1974 کې د سي ای اې په مرستې د پينوشه له خوا وژل شوی دی.په ټوليزه توګه په لاتينه امريکا کې د حکومتونو دغه دوه ستر بدلونونه له متحدو ايالتونو سره د کيڼ اړخو د مبارزې لاره لا پسې هواروي.لاتينه امريکا چې د استبداد او خونړيو کودتاوو يوه وحشتناکه سيمه ده، په کولمبيا، چيلي، کيوبا، نيکاراګوا، پيرو او بوليويا هيوادونو کې له پياوړو کيڼ اړخيزو غورځنګونو سره مله ده چې اوس دغه غورځنګونه د پټو سازمانونو، وسله والو مبارزو، تښتولو او برمته نيولو له کچې څخه د خلکو له خوا د کيڼ اړخو دولتونو تر ټاکلو پورې پرمختګ کړی او هغه کيوبا چې د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته انزوا ته ښکل شوې وه، ورځ په ورځ يې د امريکا په وچه کې يو غوره موقيعت او لارښوونکی دريځ خپل کړ، ان تر دې چې ښايي تر يو بريده په دې وچه کې متحد ايالتونه انزوا ته نژدې کړي. کيڼ اړختوب چې د شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته يې په خواشينوونکې توګه خپل محبوبيت له لاسه ورکړی وو، دادی اوس د متحدو ايالتونو تر ږيرې لاندې ورځ په ورځ غوړيږي او هغې بې وزلۍ، اوزګارتيا، بروکراسي، نيشه يي توکو او استبداد ته په پاملرنې سره چې د اسيا وچه پخپلو منګلو کې زبيښي، القاعده، ايران، طالبان، حماس او حزب الله هم له خپلو بنسټ پالو او فاشيستي سياستونو او له معاصر مډرنيزم سره له مقابلې او د بې ګناه وګړو له وژنې پرته کوم بل کار پر مخ نه بيايي.په دې توګه مذهب پلوه بنسټ پالې ډلې چې په 70 او 80 لسيزو کې له ځواکمنې جاذبې څخه برخمنې وې، ورځ په ورځ خپله جاذبه بايلي، ستنې يې سستيږي او د خلکو له کرکې سره مخ کيږي. وروستۍ پوښتنه چې راولاړيږي هغه داده چې ايا په لاتينې امريکا کې ځواکمن او پياوړی کيڼ اړختوب به ډير ژر د اسيا په وچه کې هم خپله لمنه پراخه نه کړي؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قضاوت په انصاف شایسته کیږی!", "output": "کله چه پوهان، دانشمندان اوسیات دانان په رادیوګانو او تلویویزن کښی په ورځنیو کړو وړو څیړنی او تبصری کوی نو په سلوکښي اتیا کسان دخپلو تنظیمی اوشخصی ګټواو بعضی یی حتی دبهرنیانو دخوشحاله کولو په خاطر ټوله پړه په حکومت اچوی.حال داچه په ټولو ناخوالو کښي که دح کومت برخه شته خودڅوکلنی جکړی منفی اثرات چه اوس زمونږ په ټولنه کښي دیوه فرهنګ په شکل پاتی شوی له نظرلیری نه کړی.او دامنفی فرهنګ چه دځو کلنی جکړی دمیراث په نتجه کښی موږ ته پاتی شوی دهغه له مینځه وړل اوژده مبارزه غواړی.دمثال په توګه : کله چه حکمتونه دجنګوپه وجه تغیراوتبدیل کیږی نو دحوکمتو پالیسی، اشخاص او ا فراد هم له هغو سره تغیراوتبدیل کیږی چه داتغیراوتبدیل دپالیسیو په پختګی، داشخاصو اوا فراد ودکار په وړتیا ډیر منفی اثر اچوی.خو کله چه دتنظیمی جنګوپه وجه سیاسی قدرتونه یوله بل سره جلا کیږی نوپه ټوله معنی دحکومتو پالسیی او ټګلاره له منځه ځی او اشخاص او ا فراد په خپل حکومت بی باوره کیږی اوله خپلو تعهداتو څخه سرغړونه کوی چی په نتجه کښی دتعهداتو ځای رشوت اخیستنه، داخلاص ځای اختلاس، داهلیت ځای واسطی او شخصی اړیکوته پاتی کیږی چه مثال یی زمونږ په ټولنه کښي ډیرروشن او څرګندده . نوکله چی دیوی ټولنی سیاسی، ټولنیز، اقتصادی، فرهنګی اوبلاخره ټول بنسټونه په مکمله توګه له منځه تللی وی نودهغی ټولنی په پښود� �ول به دبهرنیانو په اقتصادی مرستو اودهغی ټولنی په هر اړخیزو منډو ترړو هغه هم په اوږده زمانه کښی ممکنه وی. دمثال په توګه : هغه مرستی چی نړیواله ټولنه کوی په هغوکښی اکثراً دظر فیتو دنشت والی په عنوان دح کومت له کنټرول څخه دی باندی دی چه هغه دونران په خپل سر مصرفوی اوله هغو څخه پوښتنه او ګویږنه دحکومت اوټو� �نی په اختیار کی نشته. په دی خاطر چی خیرات په پرمایشو نه ترلاسه کیږی. چه دونرانو له هغو مرستوڅ خه حداعظمی له 25 تر 30 په سلو کښي په ا فغانستان کښي مصرفوی او نور ټول دلوړو معاشاتو، لوړو قیمتو، سفریو، او � �وړو کرایو، او په لوړه سطحه ژوند کولو له ا فغانستان څخه بیرته وړی.چی داډول مرستی نه داچی مخلصانه ندی ب� �که زمونږ دحکومت بنسټ ته هم صدمه روسوی.په دی خاطر چی خلک په دی نه پوهیږی چی داکار څوک کوی او دخلکو له پا� �ه ټول په حکومت پوری تړلی بلل کیږی نو کله چی خلک ناروا وینی له حکومت څخه یی واټن زیاتږی.بلاخره زه له خپ� �و درنو پوهان، دانشمندانو او سیاست دانانو څخه هیله کوم چی دڅیړنو اوتبصیروپه وخت کښی څومره چی دحکومت بی تفاوتی او ناخوالی په ګوته کوی نو یو څه واقیعتونه دی ولس ته ورواوروی.تر څوله یوی خوا ستاسو قضاوت شایسته شی اوله بلی خوا ولس په حقیقت پوه شی.او که څیړنی او تبصری دحقیقتو په بنسټ نوی نو پایلی به یی په ټولنه کښی نه تنها شی نتجی ونلری بلکه ټولنه به دحکومت په ضد، دغوسی، حسادت، اوغچ اخستلو په لور وهڅوی چه پایلی به یی دهیچا حتی دبی انصافه قضاوت کوونکو په ګټه هم نوی. په درناوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشركرزي دكابل پرونى ځانمرګي بريد وغنده", "output": "ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار د هوايي ډګر پرسړک دپرون سهار ځانمرګى بريد غندلي . دغه بريد چې پرون سهار شوې ؤ پكي شپږتنه ولسي وګړي وژل شوي او � �اوخوا شل تنه ټپيان شويدي . په هغې خبرپاڼه کې چې د دولت د رياست له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې ويل شوي چې كرزي دغه بريد دوطن اوسولې ددښمنانو كار ب� �لي دي . په خبرپاڼه كې ويل شوي چې ولسمشر ددغه ځانمرګي بريد دقربانيانو له كورنيو سره خواخوږي څرګنده كړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزني،دسترګودناروغي دله منځه وړلوورکشاپ جوړ سو", "output": "د غزني د عامې روغتيا رياست په نوښت د ١٥٠ تنو ډاکټرانو او روغتياپالانو لپاره د سترګو د ناروغيو د مخنيوي په اړه درې ورځنى روزنيز ورکشاپ جوړشو. د دې ورکشاپ تخنيکي او مالي چارې د غزني ولايتي بيارغونې ډله پرمخ بيايي او د ولايت دغونډو په تالار کې جوړ � �وى، چې د زدکړو چارې يې د څلورو کورنيو او يوتن بهرني پوځې ډاکټر له لوري پر مخ بيول کيږي.د غزني د عامې روغتيا رييسه ډاکټر ضيا ګل اسفندي وايي چې په دې ورکشاپ کې د ولسواليو د ټولو روغتيايي مرکزونو دوه، دوه روغتياپال ګ� �ون لري . نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې د سترګو يو ډول ناروغي، چې د سر درد او د اوښکو بهېدا هم ورسره وي پيدا شوې ده .دې زياته کړه چې په لرې پرتو سيموکې به ډاکټران او رو غتيا پالان وتو انيږي ، چې دا او يا دې ته د ورته ناروغيو د خپرېدو مخنيوى وکړي .ډاکټر اسفندي وويل چې که د سترګو دا ډول ناروغۍ کنټرول نشي او يايې پر وخت درملنه ونشي، ښايي ناروغي يې د ړندېدو لامل هم شي .د ورکشاپ برخوال وايي چې دغسې ورکشاپونه تل ګټور وي او په کې د نويو مضوعاتو په اړه معلومات تر لاسه کيږ ي & nbsp; &nbs; p; & nbsp;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پښتو لغت ټولولو لپاره وړانديز", "output": "نجيب منلی د فرانسې د ختيځو ژبو اومدنيتونو د انستيتيوت استاد ”نام خدا“ به ورسره وايو چې د نظره نه شي، په دې وروستيو دوو دريو کلونو کې په افغانستان کې د پښتو مجلو بڼ داسې و غوړېد چې نور نو ګومان نه کوم داسې کوم ولايت به وي چې پښتانه دې په کې شته وي او کومه پښتو مجله دې په کې نه وي. د شکر ځای خو لا دادی چې د خپرونو زېږنتونو لا دروازې نه دي تړلي او دا هيله به بې ځايه نه وي چې په ډېر نېژدې وخت کې هر افغان ته، په هر ځای کې چې وي، د پښتو مجلې او اخبارونه ورسېږي. له بده مرغه څومره مو چې د خپرولو وسايل ډېرېږي هماغومره مو د ليکوالو کمی لا ښه ځلېږي. هسې خو به هر څوک قلم راواخلي يو دوه پاڼې به ستا يا زما په ستاينه او غندنه، هغه د سقاو د زوی خبره ” روس او انګرېز ته په ښکنځلو“ او د دنيا پر نادودو سره تورې کړي خو داسې ليکوال چې هم يې له خبرو څه زده کړو او هم د ژبې په وړاندې د مسئوليت احساس وکړي لاتر اوسه د ګوتو په شمار دي. له همدې کبله نن په لسګونو ”علمي، ادبي، سياسي، ټولنيزې، فرهنګي، خپلواکې نا پيېلې“ خپرونې لرو خو لکه زمونږ د کليو د ګڼو کورو ماشومان چې ټول په اخترونو کې يو رنګه جامې اغوندي همدغسې مو خپرونې هم يوازې د پوښتۍ د انځور په مرسته يوه له بلې بېلېدای شي، هغه څه يې چې په منځ کې دي هغه ټول سره يو شان دي. دا ځکه چې زمونږ په ګوتو شمېر ليکوالان او پوهان د دوستانو تر فشار لاندې دي او هره ورځ ترې په لسګونو ليکنې غوښتل کېږي. نو که دوستان نه خپه کوي مجبور دي چې هماغه يوه ليکنه يا کټ مټ يا په څه ادلون بدلون څو څو ځايه چاپ ته ورکړي. که د خپرونو له لوري خبره و ځيرو هم ورته انځور به تر ګوتو کړو: هر مجله، اونيزه او ورځپاڼه يو يا دوه تنه له ځانه تېر هېوادپال فرهنګي ځوانان په خپله توره او د الله په اسره چلوي. هغوی دا وس نه لري چې هره ليکنه وارزوي، کره او ناکره يې مالوم کړي او ان چې د پروفو په لوستلو کې هم ډېر ستونزې شته. د همدغو مجلو اد خپرونو له برکته به د هېواد په نېژدې راتلونکي کې په ګڼ شمېر ژورناليستان او ليکوالان راوټوکېږي نو ځکه خو بايد پېژندل شوي ليکوال، پوهان او ژورنالستان دغه تازه نيالګي له پامه و نه غورځوي او بې له دې چې تر خپل سوري لاندې يې راولي په روزلو کې يې له چلوونکو سره هر اړخيزې مرستې وکړي. په دغو مرستو کې يوه دا هم ده چې د خپرونو د اغيزمنتوب د لارو چارو په لټولو کې خپلې تجربې، اندونه او فکرونه ورسره شريک کړي. هر څوک لمر له خپلې کړکۍ ګوري. زه ژبه د ژبپوهانو، نحويانو او صرفيانو پلرنی جايداد نه بولم د خلکو د ژوند او چلند يوه وسيله يې ګڼم نو ځکه خو هر وخت او هر ځای دوستان دې ته هڅوم چې د خلکو د پاره د خلکو په ژبه ليکل وکړي. البته د خلکو ژبه چې وايم نو د خپل هېواد سياسي ضرورت هم نه هېروم چې بايد نور له قوميته وراخوا د ملت جوړولو په لور ګام واخلو. مانا داچې ليکل به په معياري پښتو کوو خو د امکان تر حده به دغه معيار د واقعيتونو پر بنسټ وي. ټول پښتانه، د امريکې له الاسکا نه د جاپان تر ټاپوګانو پورې او د شمالي قطب نه تر سوېلي قطب پورې، هر ځای چې وي هڅه به کوي چې د ليکلو د ژبې ګرامري بڼه يې يوه وي او د دې پر ځای چی له ځانه ګرامري جوړښتونه او لغتونه جوړ کړي د امکان تر حده زيار وباسي چې د د بېلو بېلو سيمو او تپو څخه داسې ټکي او اصطلاح ګانې را ټول کړي چې د ټولو پښتنو د ژبې د شتمنولو وسيله شي. مونږ تر اوسه په کافي اندازه قاموسونه نه لرو چې پورته ياد شوی رسالت په غوره توګه تر سره کړو. خو په دې برخه کې د ټولنيزو رسنيو ګڼوالی داسې الهي نعمت دی چې ضايع کول به يې لويه ګونا وي! په هره سيمه کې د رسنيو شته والی دا امکان را کوي چې د هرې سيمې استوګن ليکوال په خپله د خپلو خېښانو، ګاونډيانو خبرې د ټولو پښتو ژبو او پښتو زده کوونکو تر غوږه ورسوي. زما وړانديز دا دی چې د افغانستان، لا د نړۍ پښتو ژبې خپرونې په يوه خبره کې سره اتفاق وکړي او هغه دا چې هره خپرونه په خپله هره ګڼه کې کم له کمه دوه مخه د خپلې سيمې لغاتو او اصطلاح ګانو ته ځانګړې کړي او په ډېر لنډ ډول يې لوستونکو ته ور وپېژني. د راتلونکو قاموس ليکونکو د کار د اسانه کولو د پاره به ټولې رسنۍ د لغات چاپولو په برخه کې يوازې يو منل شوی سټينډرډ کاروي: - لغت يا اصطلاح په پښتو ټکو - تلفظ، د خج د ښولو سره (ښه به دا وي چې تلفظ د پښتو نړۍ وال مرکز له خوا په منل شوې فونيميکي الفبې وي خو که څوک يې د ملايانو په دود په زور او زېر هم و ليکي تر نشت به ښه وي) - په يوه يا دوه کرښو کې لنډه مانا يا تشريح - د سيمې نوم او په هغه ځای کې د ليکوال له خوا د لغت د اورېدو د وخت يادونه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فرانسې غونډه افغانستان ته ښي پایلي درلودای شي", "output": "سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د فرانسې په کوربه توب له افغانستان سره جوړه شوي نړیواله غونډه دې ملک ته ښي پایلي لرلای شي. دا غونډه په داسي حال کې د یکشنبې په ورځ په پاریس کې جوړه شوه چې په تیره یوه اونۍ کې لس بهرني سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي. دا شمیره د هرې بلې اونۍ په پرتله لوړه ده. د سیاسي چارو شنونکی داود مرادیان په دې آند دی چې د پاریس غونډه � �ه افغانستان سره د نړیوالي ټولني د ژمنو په پلي کولو یو نوی ټینګار دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لبنان په پلازمينه كې بمي چاودنه شوي", "output": "رپوټونه وايې په دي چاودنه كې چې ساعت مخكي رامنځ ته شوه د لبنان دمخاراتو وزارت دوه تنه كاركونكي وژل شوي. په دي اړه نور جزيات ندي خپا� �ه شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حنیف اتمر د ايراني پلوه مشاورينو تر سيوري لاندي", "output": "په داسي حال كښي چه افغانستان د ايران سره په تاريخي ، جغرافياي او كلتوري مسايلو كښي خورا ډيري ستونزي لري د پوهني وزارت غواړي چه په څو راتلونكو ورځو كښي ديرش كسه هغه افغاني ليكولان چه د درسي كتابونو د ليكلو لپاره يي دهيواد په د ننه او بهر څخه په ډيرو لوړو ډالري معاشونو باندي استخدام كړي دي د تاريخ، جغرافيي او دري مضامينو د درسي كتابونو د ليكلو لپاره د ايران هيواد ته واستوي تر څو دغه ليكوالان د ايراني متخصصينو په مرسته د نوموړو مضامينو درسي كتابونه په ايران كښي وليكي، نو پو ښتنه دا را پيدا كيژي چي: آيا دغه كسان چه د پوهني وزارت د درسي كتابونو د ليكلو لپاره استخدام كړي دي د دي وړتيا نه لري چه درسي كتابونه وليكي او كه د پوهني وزارت وزير صاحب د خپلو ايراني پلوه مشاورينو تر سوري لاندي راغلي دي او غواړي چه د هيواد په مهمو مسايلو باندي له اي� �انه سره معامله وكړي؟ كه چيري دغه د لوړو معشاتو لرونكي ليكوالان نشي كولاي چه په هيواد كښي دننه درسي كتابونه وليكي نو هيله كيږي چي دوي د له خپلي دندي څخه ګوښه كړل شي او پر ځاي يي دي هغه پخوانيو تجربه لرونكو ليكوالانو ته موكه وركړل شي تر څو درسي كتابونه په هيواد كښي دننه وليكي چه له يوي خوا به د ډيرو پيسو د مصرف مخنيوي وشي او له بلي خوا به زمونږ تاريخي، جغرافيايي او كلتوري مسايل د ايران تر تآثير لاندي نه � �اځي. نو د پوهني وزارت د وزير صاحب څخه هيله كيږي چي په خپل دغه تصميم كښي دي له سره څخه بيا ښه غور وكړي او هيواد ته دي په داسي نازكو حالاتو كښي نوري ستونزي را نه ولي . په درنښت: احمد له کاب� �"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل ښاریان: د فروشګاه پر تعمیر د افغان سرتیرو برید یو غیرمسلکي او بي مسولیته عمل وو", "output": "جلالزی د کابل ښار ګڼ شمیر ښاریانو نن سهار له بینوا ویب پاڼي سره د خبرو پر مهال د کابل ښار په زړه کې د فروشګاه قاري سمیع رباني زاده پر تعمیر د افغان سرتیرو تدافعي برید یو غیر مسولانه عمل وبلل او هغه یې له هر راز پوځي مهارتونو او عملیاتو سره په ټکر کې وبلل. د ژینوا د کنوانسیون له مخې د جګړې هیڅ لور د دې حق نلري چې عامه شتمنۍ او یا هم ټول ګټو تاسیساتو ته د عملیاتو پر مهال تاوان ورسوي او یا پر هغه باندي مخامخ ډزي وکړي. د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغه د فروشګاه بزرګ قاري سمیع رباني زاده پر تعمیر افغان ځواکونو باړې وچلولې چې دغلته دری تنه چې ویل کیږي د طالبانو وفاداران ول ننوتل او له هغه ځای څخه یې په یو شمیر پراګنده اهدافو بریدونه پیل کړل. د کابل ښار اوسیدونکي او د دغه پلورنځي دوکانداران وایې چې افغان ځواکونو په پوره بي واکۍ او لیونتوب سره په تعمیر له هر لوري ډزي پیل کړي او پرته له دې چې عواقب یې وسنجوي هغه یې له خاورو سره خاوري کړ. د دغه ساختمان دمالکینو د سنجش سره سم د برید پر مهال نه یوازي دا چې ساختمان له ښې وتلی بلکې پکې شته د شاوخوا ۵ ملیونه امریکایې ډالرو مال هم سوځیدلی دی. دوکانداران او یو شمیر کابل ښاریان د افغان پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ادارې د مشرانو څخه غواړي چې په دې باب دوي ته سپیناوی وکړي او پارلمان باید حنیف اتمر، جنرال وردګ او امرالله صالح پوښتنو ته ور وغواړي او له هغوي سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې سلوک وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کونړ کي څلور پوليس ووژل شول", "output": "د كونړ په ولايت كى پرون ما زيګر د يو ماين د چاودنى له ا مله څلور تنه پو ليسان ووژل شول او څلورتنه نور ئى ټپيان شول. د كونړ د والى ويندوى وويل چې د دغه ولايت د امنيه قو ماندانى د پوليسو يو موټر پرون مازيګر د پارون اسعد اباد د لارى په اوږدو كى د هزار چپ په سيمه كى له يو ايښودل شوى ماين سره ټكر وكړ چى په نتيجه كى ئى څلور تنه پو ليسان ووژل شول او څلورتنه نور يى ټپيان شول.خبر ځاى زيا ته كړه ټپيان د در ملنى په خا طر د پى ار ټى ټيم رو غتيا ئى مركز ته ليږد ول شوى دى او مو ظفو ډاكترا نو د هغوى رو غتيا ئى حالت ښه بللى دى . دوه مياشتى مخكى هم په همدى سيمه كى دپو ليسو يو موټر له يو ماين سره ټكر كړى و چى پو ليسو ته كوم زيان نه دى رسيدلى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ميدان وردګو کي چاودېدونکي توکي ونيول شول.", "output": "نن د میدان وردګو ولایت امنیتی م سولینو یو سراچه موټر چې چاوديدونکي توکي پکې ځاى پر ځاى شوي ول ، د نوموړي ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په اړونده سيمه کې نيولي دي، د امنيتي مؤظفينو په وينا، دنوموړې سراچې چلونکي غوښتل چې چادېدونکي توکي کابل ته يوسي.د يوه بل خبر له مخې په دې ولايت کې دوه نور لوى گاډي چې د کرومايډ ډبرې يې په ناقانوني ډول لېږدولې، هم ونيول شو� �.دميدان وردګ ولايت والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې له دې وړاندې يې هم څو ځله د کرومايډ د ډبرو لېږدونکي نيولي او دقانون منګولو ته سپارلي دي. همدغسې هغه زياتوي، چې تېر کال يې هم په ولايت کې يوه وسله واله ډله، چې غوښتل يې امنيت ته ګواښ رامنځته کړي نيولې وه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "محاسن الاسلام(۲۲)برخه، تراسلام له مخه دښځوحال", "output": "بسمه تعالیعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته، محترمومسلمانانووروڼودمحاسن الاسلام په دې دوه ویشتمه برخه کښی په دې اړه معلومات درکوم چی داسلام ترظهور دمخه په نړۍ کښی وښځوته په کومه سترګه کتل کیدل له ښځوسره دخ� �ګوسلوک په څه ډول وه اودارنګه په موجوده زمانه کښی هغه داسلام مخالفین چی واسلام اوومسلمانانوته دیوه دام اولومکی دبرابره ولوپه منظور اوداسلام اودمسلمانودبدنامولوپه وجه دښځودحقوقونارې وهی دوی په خپله له ښځوسره څنګه سلوک اورویه کوی اول داسلام ترظهورپه دمخه دوروکښی په نړۍ کښی دخلګوله ښځوسره دسلوک اورويې وبیان ته ځیرسۍ، محترمومسلمانوخوندواووروڼوښځه له مخه تردې چی داسلام ځلانده لمرپرنړۍ باندی راختی په ټولوحضاراتو کښی اودنړۍ په ټولواقواموکښی ښځه په اخیره درجه سپکه بې اعتباره اوبې ارزښته ګڼله کیدله په قدیمه اروپاکښی په رومان اوپه فرس اوپه عربوکښی په هندوانواوپه یهودو اومسیحیینوکښی په ټولوکښی په داسی اندازه کښی ښځی دظلم اودشکنجوښکارسوی وې چی که دتاریخ ګواهی وجودنه درلودلای اوددوی دهغه وخت دمظلومیت بیان چاکولای نوهیچا به نه وای ورسره منلی اوس زه دهغه وخت دهرقوم دظلم اوتیری کومي چی پرښځوباندی به دوی کاوه ځنی بیلګی درته ذکرکوم ، رومانیین،په رومانیانوکښی دښځی په ارتباط دغی عقیدې جریان درلودۍ چی ښځه یوداسی موجود دۍ چی روح نلری اوکوم عذابونه چی به دوی وښځوته ورکول نودهغوی له جملې څخه دوه قسمه عذابونه ئۍ په دۍ ډول وه ،اول ایشې دلی تیل بې دښځی پرسرباندی راتوۍ کړل اوله سره ترپایه بې دابیچاره په دغه طریقه په عذاب اوپه قتل ورسوله، دوهم ښځه بی دآسانوپه په په پښوپسی وتړله اوترهغه به اسانوپه پښوپسی کشوله چی داغریبه به مړه کیدله، چینایان،دچین دخلګوله ښځوسره دبدسلوکۍ ځینی بیلګی په دې ډول وې،اوله بیلګه،دچینایانوداعقیده وه چی ښځی د ضررناکه اوناو� �یوابوپه مثال دی چی دهرقسم سعادت پریولونکې اوله منځه وړونکې دی، دوهمه بیلګه، دهغه وخت چینایان په دې عقیده وه چی هرچینائی داحق لری چی خپله ښځه ژوندۍ په قبرکښی ښخه کړی ، دریمه بیلګه،دارنګه ددوی دارسم ووچی که م یړه مړسی نودده وارثان به دده ښځه دده دمال په ډول په میراث وړی، هندوان،دهغه وخت دهندوانو دښځی په � �ان کښی دانظرووچی ښځه دانسان دپاره دمرګ اوددوزخ اودافی ماراودزهرو اوداورپه ډول ده اودانګه دښځوپه اړه ددوی داقانون ووچی ښځه دمیړه له مرګ څخه وروسته دژوندحق نه لری بایدله میړه سره سمه ژوندۍ وسوځله سی ، فا� �س،دفارس دخلګودښځوپه باره کښی له نروارویو څخه یوه داوه چی ددوی په مسلک کښی داسي ښځه نه وه چي پردوۍ باندي ناروا واي که موروه که خوروه که لور وه هرڅوک چي وه دوي يې له خپلوځانوسره نکاح روابلله اودارنګه ددوي په مسلک کښي ميړه داحق درلودۍ چي پرخپله ښځه باندي دمرګ فيصله صادره کړي، يهود،يهودوښځه لعنت بلله اودغوايت اودضلالت سبب يې ګڼله اودزنانه مرض په وخت کښي ئې داسي نجسه ګڼله چي خوراک اوچښاک اوورسره کښينستل اودارنګه هرقسم اختلاط يې ورسره حرام باله اودايې عقيده وه چي دښځي پلار ددې حق لري چي دحيوان په ډول يې پربل چا باندي خرڅه کړي والسلام په دې اړه نوربيا...."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندز: د ماین چاودني آلماني سرتیري ژوبل کړل", "output": "جلالزی د افغانستان په شمال کې د آلماني سرتیرو له قوماندانۍ یو خپور شوی بیان وایې چې پرون دچهاردرې په ولسوالۍ کې د سرتیرو یو موټر په م این ختلی او دوه سرتیري په دغه چاودنه کې ژوبل شوي دي. ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو نطاق بولي د دغی پیښې م سولیت پر غاړه اخیستی دی. ژوبل شوي سرتیري د معالجې لپاره نږدې طبي مرکز ته استول شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جاپان نسبتاً يوې زورورې زلزلې ولړزاوه", "output": "رپوټونه وايې دا زلزله نن سهار د ريختر په كچه ۵ درجې اټكل شوې ده، چي د جاپان د توكيو ښار مركزي او ګاونډۍ سيمې يې لړزولې دي. د جاپان د ځمكې پېژندنې ادارو خبر وركړ چې د كوم ورانونكې سونامې ويره نه ليدل كېږې. خو د اوښتو زيانونو په اړه تر اوسه خبر نه دى وركړل شوى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فرانس پرس:د امریکې نوي ولسمشر د حامد کرزي ملاتړ وکړ", "output": "فرانس پرس:د امریکې نوي ولسمشر د حامد کرزي ملاتړ وکړ سرچینه: فرانس پرس ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی نيټه: د جنو� �ۍ میاشتې نهه ویشتمه د امریکی نوي منتخب ولسمشر بارک اوبهاما تیره شپه له ولسمشر حامد کرزي څخه خپل پو� �ه ملاتړ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د ښاغلي کرزي د غوښتنو مطابق به د امریکي د نوي ستراتیژي په پلي کولو کې عمل کوي. ښاغلي اوباما ویلي چې د امریکې نوي ستراتیژي د ولسمشر کرزي د غوښتونو په نظر کې نیولو سره جوړه شوي او په سیمه کې به د ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې اغیزمنه ثابته شي خو تر اوسه دغه ستراتیژي په رسمي ډول نه ده عملي شوي چې دغه کار به ډیر ژر تر سره شي. د اوبهاما یوه ویاند رابرت ګیبیس د اوباما دغه څرګندوني وروسته تر هغه رسنیو ته وسپارلي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼي ویلي وو چې اوبهاما له ولسمشر کرزي څخه خوښ نه دی.اوبهاما په خپل تازه بیان کې ویلی چې مونږ د افغانستان په دیموکراتیکه فضا کې له انتخاب شوي ولسمشر حامد کرزي څخه پوره ملاتړ کوو ځکه هغه افغانستان ته زیات کارونه کړي او لا هم په دې لار کې ژمن دی.ویاند وویل چې اوباما پلان لري چې � �یر ژر په افغانستان کې د بیاودانولو تر چارو وروسته د امریکا پوځي حضور پراخ او شته امنیتي ننګوني لري کړي. ښاغلي ګیبس وویل: (( اوباما په دې باور دی چې که عراق وي او که افغانستان او په دې دواړو هیوادونو کې باید پرمختګ وشي او د خلکو ژوند ته پام واړول شي تر څو د دې دواړو هیوادونو په اړه د امریکې هیلي په حقیقت بدلي � �ي)).اوبهاما په خپله دې وینا کې په بیا بیا له ولسمشر حامد کرزي څخه خپل پوره ملاتړ څرګند کړی او ژمنه یې کړي چې له ښاغلي کرزي سره به خپل ګډ کار ته دوام ورکوي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ، او افغانان په خوښۍ او هوسایني کې ژوند وکړي. د امریکې منتخب ولسمشر خپل افغان سیال په بي ساري توګه ستایلی او ویلي یې دي چې نوموړی یو ښه رهبر دی چې د افغانانو پراخ ملاتړ له ځان سره لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اروا حمام", "output": "جبران خليل جبران: د اروا حمام زه او زما اروا د ځانونو د م ينځلو لپاره د ستر رود پر لوري روان شوو. كله چې ساحل ته ورسېدو، نو د يوه پټ ځاى په لټه كې شوو.هماغسې روان وو چې يو سړى مو وليد. هغه پر لويه توره تيږه ناست و، يوه كڅوړه يې په لاس كې وه، چې موټي _ موټي مالګه يې ترې كښله او رود ته يې اچوله. زما اروا راته وويل:دى هماغه بدبين دى چې له ژوند څخه يوازې يوه سايه ويني. بايد له دې ځايه � �اړ شو، ځكه د هغه د سترګو په وړاندي لمبا نه شو كولاى.له هغه ځايه لاړو او روان شوو، يوه خليج ته ورسېدو، ه� �ته هم يو سړى ولاړ و او پر يوې سپينې ګارې يې تكيه كړې وه، په لاس كې يې د مرغلرو صندوق نيولى و. له صندوق څخه يې د � �ندو ټوټې راكښلې او رود ته يې اچولې.زما اروا راته وويل: دى هماغه خوشبين دى چې د نېكۍ او خير لپاره ښه فالونه نيسي، راځه چې لاړ شو، ځكه ښه نه ده چې لوڅ مو دلته وويني.روان شوو، يوه بل ساحل ته ورسېدو، هلته هم يو سړى و چې په ډېره مهربانۍ سره مړه ماهيان له ځمكې اخلي او رود ته يې اچوي. زما اروا راته وويل: دى هماغه مينه ناك زړه سواند، سړى دى چې هڅه كوي د قبرونو مېشتو كسانو ته ژوند ور وګرځوي، بايد ترې ليرې شو.له هغه ځايه هم ليرې شوو، يوه بل ځاى ته ورسېدو، هلته يو سړى ولاړ و چې سيورى يې پر اوبو ښكارېده، څپه به راتله او د سيوري انځور به يې ړنګاوه، هغه به بيا خپل سيورى غوړاوه او . . . زما اروا راته وويل: دى هماغه صوفي ډوله سړى دى چې له خپلو وهم ونو څخه بوت جوړوي او بيا يې پرستش كوي، بايد يوازې يې پرېږدو.هغه مو هم تر شا پرېښود او رهي شوو، يوه داسې سړي ته ورسېدو چې له اوبو څخه به يې ځګونه او حبابونه را اخيستل او بيا به يې د عقيقو په جام كې اچول. زما اروا راته وويل:دى د ذهن او خيال هغه اسير دى چې ځان ته د غڼو له تار څخه جامې جوړوي. ښه نه ده چې لوڅ مو وويني.څو ګامه وړاندې لاړو، يو غږ مو واورېد چې ويل يې: دا هماغه رود دى، خپله دى، هماغه ستر او پراخ رود! زه او زما اروا په ډېره بېړه د غږ پر لوري روان شوو. هلته مو يو سړى وليد چې رود ته يې شا كړې وه او ناست و، د حلزونونو دوه صدفونه يې په غوږونو كې، لكه دوې څانګې او د خپل غږ ازانګه يې اورېده. زما اروا راته وويل:راځه له دې ځايه ليرې شو، دى هماغه لامذهبه زمانه ده، دوى له هغو ملكيتو سترګې اړوي چې پوهېدل يې ورته ګران وي، دوى حقيرو او بې ګټو جزياتو ته مخ اړوي.هغه مو هم تر شا پرېښود، يوه بل ځاى ته ورسېدو، يو سړى مو وليد چې په لويو تيږو كې ګرځېده، سر يې ټيټ كړى و او په شګو كې يې سر پټ نيولى و. خپلي اروا ته مې وويل:راشه همدلته ځانونه ومينځو، ځكه دغه سړى به مو نه شي ليدلاى.اروا مې سر وښوراوه او ويې ويل:نه! هېڅكله نه! دغه كس چې ستا په وړاندې دى، د خداى له تر ټولو بدو مخ� �وقاتو څخه دى، هغه يو خبيث ګناهكار دى، چې د ژوند له ناخوالو ځان پټوي، نو ځكه ژوند هم خپلې نېكمرغۍ او خوښۍ ترې سپموي.پر دې مهال مې د اروا په څېره كې خواشيني څرګنده شوه، په ترخه غږ يې وويل: راځه له دغو سواحلو ليرې شو، د ځان مينځلو لپاره پټ او امن ځاى نه شو موندلاى. زه نه غواړم چې ددغو سواحلو باد راسره لوبه وكړي او هوا يې زما په پاكه مينه كې وردننه شي او رڼا يې زما پر سپېڅلي بدن خپره شي.تر هغه وروسته ما او زما اروا هغه ستر رود پ� �ېښود او د يوه ستر رود په لټه روان شوو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "عــــــــمر تیر یژی خو یادونه پاتــــــــی کیژیدسترگو په آیــــــــــنو کی منظرونه پاتی کیژیدسترگو نظر ماتی ته دی سترگی در لو گی کرمتل ژوند کی حه نیــمگری ارمانونه پاتی کیژیدخدای په قــــــدرت جور شکلی منــــــــــــظرتهدشکلو شکلو سترگو نظرونه پاتـــــــــــــی کیریدخزان ظــــــــــالم دلاسه بن چـــــــــه لوت کریبیا حه نــــــیم حالی حو گلونه پاتــــــــــــی کیژیزمویژ دعمر تیــــــــریدو سره خوشه پو هیــــژوچه مویژ نه وروسته حه غمونه پاتـــــــــی کیژیصرف ستا په نه کتــــــلو اشنا حه پیـــــــــشیژیدننه زره کی می ژورژور زخمــونه پاتی کیژیپیکی په دغسی وعدو کی حوک ویـــلی حه شیچه وفا نکوی وعدوکی تیت سرونه پاتی کــــیژی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزي د ایتلافي حکومت جوړول په کله رد کړل", "output": "میرويس جلالزی د ولسمشر کرزي د ویندوې د دفتر یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي شنبې په ماښام بینوا ویب پاڼي همکار ته په کابل کې وویل چې ولسمشر کرزي د یو شمیر نړیوالو مشرانو هغه غوښتنه و نه منله چې وایې باید له مات شوي ډاکټرعبدالله سره یو ګډ ایتلافي حکومت جوړ کړي.سرچینې وویل چې د بریټانیې صدراعظم ګورډن براون، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د فرانسې د باندنیو چارو وزیر برنارد کوچنر له حامد کرزي سره د لیدو کتو پر مهال له هغه غوښتنه کړي چې باید یو ایتلافي حکومت رامنځ ته کړي خو کرزي ویلي چې دی د تل په څیر په خپله خبره ولاړ دی او د ایتلافي حکومت رامنځ ته کول د افغانستان ملت ته سپکاوی او د هغوي رایو ته نه درناوی دی.فرانسه د پخواني شوروي او بیا وروسته د طالبانو پر وړاندي دجګړې له مهال راهیسي د نظار شورا او په خاصه توګه د جمعیت ګوند چې عبدالله عبدالله یې غړي توب لري پلوي کوي او دمګړۍ هم په دې لټه کې ده چې خپل دغه پخوانی ملګری د افغانستان واک ته ورسوي.سرچینې وویل چې حامد کرزي ته د یو شمیر بهرنیو مشرانو له خوا ویل شوي چې دوي به د افغانستان د انتخباتي شکایتونو د اوریدو له کمیسیون سره په ګډه په یوه داسي طرحه کار وکړي چې له مخې یې د ایتلافي حکومت رامنځ ته کولو ته لاره هواره شي خو کرزي ویلي چې دی په طبیعي ډول بریالی دی او نه غواړي په افغان ملت ملنډي ووهل شي.د انتخاباتو د کمیسیون د وینا له مخې چې حامد کرزی توانیدلی چې په انتخاباتو کې د خپلو ټولو رقیبانو په پرتله ډیري رایې خپلي کړي او د ۵۴ اعشاریه اوه فیصده ر ایو په ګټلو سره د افغانستان د انتخاباتو ګټونکی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مولوي جلال الدين حقاني مړينه تائيدشوه", "output": "په خوست ولايت کې د ملي امنيت رياست د طالبانو دقوماندان مولوي جلال الدين حقاني مړينه تاييد کړه . مولوي جلال الدين حقاني د مولوي خالص په مشرۍ د جهادي ګوند حزب اسلامي لوړ پوړى قوماندان و، د طالبانو له راتګ سره سم دهغوى له ليکو سره يو ځاى شو او د سرحدونو او قبايلي چارو د وزير په توګه يې هم ورسره دنده ترسره کړې وه. د خوست ولايت د ملي امنيت د رياست مرستيال وويل چې مولوي جلال الدين حقاني دورپېښې ناروغۍ له امله څه موده مخکې دمتحده عرب اماراتو په ابوظبۍ ښار کې مړ شوى دى . هغه زياته کړه چې د مولوي حقاني يوه ښځه ددوبۍ وه او پخپله مولوي حقاني هم د متحده عرب اماراتو پاسپورټ د ر� �ود ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بينوا د ويب پاڼې د فعاليت د پنځم كال په مناسبت", "output": "د بينوا ويب پاڼې په تيرو پنځو كالونو كښى يعنى له كومې ورځې نه يى چې په كار او فعاليت پيل كړى دى تر نن ورځې پورې د پښتو ژبې او فرهنګ د پرمختك په لار كښې ستر او نه هيريدونكي خدمتونه سرته رسولي دي. د بينوا ويب پاڼه كه مى دا خدمت پښتو لره په كار شي پښتانه پرى هم له خوبه را بيدار شي نو هله به مى مهنت ونيسي ځاى څ ه څه نا څه به مى زړكى هم په قرار شي د بينوا ويب پاڼې په تيرو پنځو كالونو كښى يعنى له كومې ورځې نه يى چې په كار او فعاليت پيل كړى دى تر نن ورځې پورې د پښتو ژبې او فرهنګ د پرمختك په لار كښې ستر او نه هيريدونكي خدم تونه سرته رسولي دي. همدا شان يى د ملي ورورۍ او پخلاينې لپاره ډيرې هڅې او كوششونه كړي دي. د بينوا پاڼې له م� �ي ، اسلامي او پښتني عزت څخه په ټينګه دفاع كړې ده او حقايق يې د حقايقو په اساس څرګند كړي دي. زمونږ هيواد له بده مرغه د ژبنيو ، قومي او مذهبي تربكنيو په اور كښې سوزي. د بينوا پاڼې ددغو تربكنيو د بيمارۍ د علاج د پاره � �يرې دواګانې استعمال كړي دي ، دا بيماري ډيره خطرناكه بيماري ده ، علاج يى هم ګران دى ، زمونږ ډير هيوادوال ددغې بيمارۍ له لاسه له مينځه تللي ، خو اميد له له لاسه نه وركوو او هيله لرو چې د ا دواګانې چې د بينوا پاڼه او نورى داسى پاڼې يې خلكو ته وركوي هغه به په خلكو كښې د ملي وحدت د احساس په پيداكولو سره د تربګنۍ مرض له مينځه يوسي . د بينوا ويب پاڼى چى بل ستر خدمت سرته رسولى هغه ددى پاڼې له لارى د مجلو او جريدو خپرول دي چى دا كار په ر ښتيا سره د قدر وړ دى ، ددى په خوا كښې د ځينو كلتوري او فرهنګي ټولنو او كړيو تر مينځ د ارتباط د پلونو ټينګول هم د ستايلو وړ دى. زه د بينوا د ويب پاڼې خدمتونو ته د قدر په سترګه كورم . كه څه هم ددى پاڼې له فعاليت څخه پنځه كاله تيريږي خو زما قلمي همكاري ورسره له څو مياشتو را په ديخوا پيل شوى ده. زه فكر كوم چې دا پاڼه د سترو او غښتلو ليكوالو او سياستمدارانو قلمي همكاريو ته سخت ضرورت لري . كله چى د پښتنو ځيني سخت سري دښمنان د د پښتنو سپكاوى كوي او خپلى ليكنى د مختلفو ويب پاڼو له لارى خپروي نو لازمه ده چى پښتانه لوى تاريخ پوهان او سياست مداران د خپلى تاريخي او سياسي پوهې له مخې حقايق راوباسي او د پښتنو دفاع وكړي . د قلمي همكارۍ تر څنګ ددى لپاره چې د بينوا او نورى پښتو پاڼې لا پسې ښه فعاليتونه او ستر خدمتونه تر سره كړي نو مالي مرستو او ملاتړ ته ضرورت لري . دا مالي مرستې او ملاتړ څوك كولاى شي ؟ دا كار د هغو پښتنو تاجرانو او مالدارو كار دى چې ډيرى پيسى لري او نه پوهيږي چى څرنګه يى په يو نيك كار كښې مصرف كړي. كه چيرى دا تاجران د پښتني احساس او مسؤليت له م خې د خپل پښتني فرهنګ د پر مختك لپاره مرسته او همكاري وكړي نو دا به يو ستر خدمت وي . زمونږ په هيواد كښې زياتره ليكوالان ، شاعران او فرهنګيان په معنوي لحاظ ډير غښتلي دي خو په مالي لحاظ ډير كمزوري دي چې دغې مالي كمزورتيا ددوي په معنوي قوت ډير منفي اثر درلولى دى. كه دوي په مادي لحاظ غښتلي شي نو دا غښتلتيا به په معنوي غښتلتيا مثبت اثر وكړي او د ليكوالانو ، شاعرانو او فرهنګيانو د ليكنو د كارخانو په توليد كښې به ډيروالى � �اولي او همداشان به يى په ليكنو كښې د كيفيت له لحاظه هم ښه والى پيدا شي. زما پيشنهاد دادى چې د ليكوالو ، ف� �هنګيانو او شاعرانو لپاره بايد يوه تعاوني صندوق كيښودل شي ، مالدار پښتانه دى د خپل پښتني مسؤليت له مخې ه� �ه مياشت له دى صندق سره مالي مرسته وكړي ، تر څو په دى پيسو نوي كتابونه چاپ شي ، د پښتو ويب پاڼو سره مالي م� �ستى وشي او همداشان له هغو ليكوالو ، شاعرانو او فرهنګيانو سره مالي مرستى وشي چې اقتصادي ستونزى لري . پښتانه بايد يو بل ته د مرستى او همكارۍ لاسونه وركړي ، كه شاعر دى ، كه اديب دى ، كه فرهنګي دى ، كه سياسي دى ، كه تاجر دى ، كه ډاكټر دى كه هر څوك دى بايد د پښتني احساس او مسؤليت له مخې د خپلى ژبى او فرهنګ د پر مختك � �پاره قرباني وركړي ، له قربانۍ نه بغير څه لاس ته راتلاى نه شي. د خبرى عمل غواړي ، ما ددى لپاره وليكلى چى عم� �ي شي . زما له دى خبرو سره موافق كسان بايد لاس په كار شي تر څو د عملي مولو لپاره يى اقدامات وكړو . هيله چى هر څوك به خپل خپل نظر د بينوا د پاڼى له لارى وركړي . مننه و من الله التوفيق"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د قلم اوښکه", "output": "د قلم اوښکه نفيسه کوچۍ مليار- اتريش د بيلتانه ډيرو رنځو کې سوځيدلي يمه وزر مي مات دي الوتو نه غورځيدلي يمه پس له مرگي نه به مي باد خاوري وطن ته يوسي د خپل وطن له هديرو نه شړل شوي يمه نه مي مرۍ ځيني غږ وزي نه فرياد کوای شم جسم می روږ دی په احساس کې ېې وژلي يمه ځيگر می سوځي آه مي سره د تناره لمبه ده اور مي د خپلو ځينی بل دی سوځيدلي يمه د قلم اوښکي وبهيږي ر بيا هيواد وليکي کوچۍ د نوم باندی وياړيږي د� �ديدلي يمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څوک په رضا له ملکه نه ځي .... (دنعمان دوست لیکنه)", "output": "جنابانو خبر شوئ !؟ ډک کانټينر جسدونه او بېهوښه انسانان وموندل شول، دا افغان زلميان دي چې د بې روزګارۍ او غريبۍ له کبله اي� �ان ته د کار په تمه روان وو . دا د داسې خاورې وګړي دي ، چې څو مياشتې وروسته يې په هېواد کې د نوي ولسمشر � �پاره ټاکنې کېږي . دغو ټاکنو ته ٢٢٣ ميليونه ډالر ( شاوخوا ١١ نيم ميليارده افغانۍ ) پيدا کېږي خو ځوانانو ته يې د کار په مقابل کې د ورځې ١٠٠ افغانۍ نشته . دا د داسې يوه هېواد بچيان دي چې په مشرانو پسې يې څ� �ور پنځه د تورو ښيښو والا قيمتي موټر ګرځي ، خو دوى مزدوري ته په کانټينري ټيلر کې سفر کوي . دا د داسې يوه وطن اولادونه دي چې د بشر د حقونو په نوم کميسيون يې د مياشتې په لکونو ډالره لګښت لري، خو دوى له عادي ژوند نه بې برخې دي او په کانټينر کې ساه ورکوي . دا د داسې يوې خاورې زامن دي چې قانون جوړوونکي (پارلمان) يې د دوه زره ډالره معاش سره - سره ، خپلو پستو څوکيو ته نه راځي خو دوى د څو روپيو لپاره ايران ته په کانټينرکې سفر کوي . دا د عادي هېواد وګړي نه دي، د دوى هېواد ته د خلکو د خدمت په نوم د ٤٢ پ� �مختلليو ملکونو خلک راغلي دي خو وګړي يې وچې ډوډۍ پسې ملکونه پناه کوي . دا د داسې يوه هېواد ځوانان دي چې د نورې نړۍ مهم چارواکي يې د مشر لېدنې ته لکه د مچيو غوندې ارګ ته ځي او راځي ، خو د دوى له حاله څوک نه خبرېږي . دوى د داسې يوه هېواد بچيان دي چې دوه درې کاله وړاندې، په ملک کې د يوې خيالي ناروغۍ ( انفلونزا ) سره د م� �ابلې په نوم لسګونه ميليونه ډالر را ووېستل شول، خو د دوى جسدونه پړسېدلي دي او ژوندي يې د مرګ او ژوند تر پولې بېهوښه پراته دي . دوى د داسې يوه هېواد بچيان دي چې .........!! دوى ځوانان وو، خو غريبۍ ترې د ځوانۍ م ستي اخستې وه، شوق او هوس نه وو په مخه کړي، غريبۍ وطن پرېښودو ته اړ کړي و : رښتيا ده : څوک په رضا له ملکه نه ځي يا ډېر غريب شي يا.....زموږ په هېواد والو ناامنيو او ادا� �ي فساد وطن سور تنور کړى دى ، چېرته چې امن وي هلته ژوند وي او چېرته چې اداري فساد نه وي هلته خلکو ته خپل حقونه رسېږي او دې ته اړ نه وي چې د مرګ په قبلولو خپل وطن پرېږدي . اوس دادى د همدغو دوه افتونو له کبله زموږ ٤٥ ځوانان مړه شول او له ١٠٠ ډېر بېهوښه دي ، هغوى هم د مرګ ارمان کوي ځکه دوى په پور ځان ته د سفر کرايه براب� �ه کړې وه ، بېوسه کورنۍ يې د درملنې توان نه لري . خو خبره داده چې د الله تعالى په حضور کې چېرته چې زور او زر هيڅ ارزښت نه لري، ددغې غميزې پوښتنه به له چا کېږي ؟ او د مقابل لوري ځواب به څه وي ؟؟؟؟؟ کابل د وري ١٧مه يادښت : درې شپې وړاندې شاوخوا ١٥٠ تنه افغان زلميان د کويټې په هزار ګنجي سيمه کې له يوه اوږده کانټينره راووېستل شول . دغو ځوانانو په قاچاقي لاره سفر کاوه ، چې د هوا دنشتوالي له امله يې ٤٥ تنه مړه او پاتې نور بېهوښه دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستان په کراچي کي دمړوشميره ۲۳۵ ته رسېدلې ده", "output": "دپاکستان په کراچي ښارکي دپرون ورځي دسختو بارانونو او سيلابونو له امله دمړو شميره تردي دمه ٢٣٥ تنو اود ژوبلو شويو کسانو شميره هم هم دي کچي ته سيدلي ده .دځايي چارواکو په وينا دغو بارانونو ډيرزيان دگډاپ ټاون سمي ته وراړولي دي .چي په دغه سيمه کي تر زرو زيات کورونه ويجاړ شوي دي .ځايي چاواکي وايي دنوموړي ښار ډيري بي ځايه شوي کسانو تيره شپه تر شنه اسمان لاندي دسرکونو په سره تيره کړي ده . که څه هم دځايي حکومت له خوا دبي ځايو شويو کسانو سره م� �سته شوي خو زيانمنو شويو کسانو خبري رسنيو ته ويلي چي دولت ددوي سره اړيني مرستي نه دي کړي . او دوي په ډير بد حالت کي ژوند کوي .بله خوا د هوا پيژندنو ادارو وړاند وينه کړي چي دا بارانونه به تر څو ورځو پوري په کراچي ښار کي اوريږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جوبایدن: ترهګر په هغو سیمو کې راټولیږې چې د ستمبربریدونه یې پکې ترتیب کړي ول", "output": "جلا� �زی د امریکې د ولسمشر مرستیال جوبایډن خبرداری ورکړی چې ترهګر یو ځل بیا په هغو سیمو کې را غونډ � �وي چې ترینه یې د سپټمبر د یولسمې بریدونه تنظیم کړي ول. بایډن دغه سیمې د افغانستان او پاکستان ت� � منځ پرتې قبایلي سیمې په ګوتو کړې. بایډن دغه څرګندوني د ناټو تړون د استازو په غونډه کې وکړي. هغه وویل چې دغه ترهګر سیمې ته لوی ګواښ دی او یوازي امریکې ته نه بلکه ټولې نړې ته جدي ستونزي پیښو� �ای شي.نوموړي د ناټو تړون له غړو هیوادونو مطالبه وکړه چې د ترهګرو د ځپلو لپاره خپلې رواني هڅي هر څومره چې یې امکان وې غښتلي کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غويي اوومه او اتمه !؟څو ګړندي وړاندیزونه", "output": "۱) له حال او احوال څخه څرګند سول چي د غوایي د پیښو او مصیبتونو لارویان ، خپلو منځو کي غاړه غړۍ سول . د کلي ستر او واړه ګاونډي د لوڅو او مستقیمو لارښوونو وروسته وپتیل چي د چنګوښو نه ، من جوړ کړي . زما وړاندیز ګاونډیو خواخوږو ته دا دي چي لمړۍ دا چنګښي د محاربې له صفه وباسي ، وروسته يې د تللو لپاره د تلي پر پله کښږدي . ( د ډیرو ټوپونو او ترټنو له وجي دي غویو خپل وزن بایللی دی . که له مرګ نه وروسته وزن پیدا کړي ؟ ! ) ۲) له کورنۍ او بهرنۍ میډیا نه خبر سوم چي دکابل عیدګاه او ستدیوم مخ ته سړک ، جشن !؟ ته چمتو کيږي . زما وړاندیز د ګاندي صیب شاګرد(کرزي صیب ) ته دا دئ چي د جشن !؟ په ورځ دي دفتر ته د مریضۍ رقعه ولیږي . په کور کښي دي د وخت نه ګټه واخلي او یو څو د ګاندي صیب ویناوي دي ولولي . او که نه ، د دې دوو غویو له ښکرنو نه ځان ساتل فرض دي . وایي : ( زرکي ! د کارګه پېښې کولې ، خپلي يې هیري سوې ) ۳) شریف وغیره او غریب وغیره له غماز وغیره او رقیب وغیره سره په ګپ شپ کي دي تر څو حالات د غویوو د لغتو او د غیرو د لعنتو نه قابو کړي . زما وړاندیز نوموړو ښاغلو ته دا دئ چي د وري ، چنګاښ ، لړم او تلي نه دي ځان بچ کړي . که غواړي چي کلي ته د خدمت لپاره راسي نو له زمري سره دي راسي . هغه دسمڅو زمریان ! چي د چا غاړه په هوا کي څیري ،هغه د تیارو زمریان چي له رڼا نفرت کوي او هغه د دروو زمریان ! چي د پاچاهۍ تاج یې تر مړیني وروسته پر سر ایښودل کیږي . او که نه نو دا یوه جوړه غوایي د یوه رخت او جوغ لپاره بس دي . ۴) ویل کيږي چي کلي ته راغلي دوستان او دښمنان اوبه خړوي او غوایان نیسي . زما وړانديز ټولو دخیلو اړخونو ته دا دئ چي : اوبه مه خړوئ !، غوایان په رڼو اوبو کي هم نیولاې سئ !! . د اوم او اتم غوایي د زړه بړاس"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د اوونيزې غونډې رپوټ", "output": "اوس پکې د وخت د سوداګرو څه خرڅېږي نهژوند مو د هنر او د جذبو دنيا ته راوړلواوس پکې چوپتيا د بېوسۍ محسوسېدی نه شيژوند مو د سندرو او نغمو دنيا ته راوړلو( حسينه ګل) د مېرمن بهير يوه بله اونيزه غونډه د روان کال د مرغومې په دولسمه نېټه کابل کې د پوهنې وزارت په لوی تالار کې جوړه شوه .غونډه چې د آغلې ستورۍ معارج ستانکزۍ له خوا پرمخ بېلول کېده ، منشي يې جميله ساپۍ او مشران مېلمانه يې خوږ ژبی شاعر ښاغلی بشير ګواښ او مېرمن آغلې ملالۍ بشير وو.غونډه د آغلې حسينه ګل د ( له مانه مه بېلېږه) کتاب مخکتنې ته ځانګړې شوې وه ، د غونډې په اخېر کې ازاده مشاعره هم وشوه.کره کتنه د ستورۍ معارج له خوا د حسينه ګل ددې بيتونو په ويلو پيل شوه :ماښامونه ستا په نوم ديسحرونه ستا په نوم ديمازديګر مې تاله خوښ دیټول وختونه ستا له پارهوايه!کوم يو وخت دې خوښ دی؟کوم يو وخت پرتا پېرزو کړم؟په پيل کې د حسينه ګل لنډه بيوګرافي د برېښنا ساپۍ له خوا ولوستل شوه ورپسې طوبی ندا ساپۍ ( د حسينه ګل شعر که د ښځينه احساساتو هېنداره) تر سرليک لاندې خپله مقاله وړاندې کړه ، د مقالې په يوه برخه کې راغلي وو: ((کله چې مې لومړی د دې کتاب لوستل پيل کړل نو د هر شعر په لوستو به راسره د هغه شعر سره د يو ډول نېږدې اړيکو د درلودلو احساس پيدا شو ان تر دې چې کله به يوه شعر دومره زما د رېښتينو احساساتو ترجماني وکړه چې د يوې شېبې لپاره به ما هېر کړل چې دا شعر زما نه بلکې د حسينه ګل دی . زه نه پوهېدم چې زما او د دې شعرونو تر منځ څنګه رشته ده؟ ولې زه د دې شعرونو له لوستلو نه دومره خوند اخلم ؟ او ولې يو تربله راته ډېر نېږدې ښکاري؟ خو وروسته مې دا راز ومونده او ورسره پردې مې هم باور پيدا شو چې دا يوازې زه نه يم چې د حسينه ګل د شعر په لوستو راته له دې شعرونو سره د خپلولۍ يو ډول احساس پيدا کېږي بلکې هره ښځه که دا شعر ولولي نو دېته ورته احساس به خامخا ورته پيدا کېږي دا ځکه چې حسينه ګل په خپلو شعرونو کې په تمامه معنی رېښتينې ښځينه احساسات او دردونه بيان کړي دي، هغه دردونه چې په طبيعي توګه د هرې ښځې په ژوند کې شته دي خو خبره دا ده چې ځينې يې د څرګندولو جرات لري او له ځينو بيا دا جرات اخيستل شوی دی)).ورپسې سولې نيازۍ د حسينه ګل په شعرونو کې د انځورګرۍ په اړه مقاله ولوسته. هغې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل : د حسينه ګل د شعرونو انځوريزه برخه ډېره قوي ده .د هغې د شعرونو په لوستو سره د لوستونکي سترګو ته يو انځور درېږي او په هر شعر کې يې يو حقيقت او احساس له ورايه ليدل کېږي.صالحې سروري د حسينه ګل د کتاب د ژبې په اړه لنډې خبرې وکړې. هغې د حسينه ګل د شعرونو ژبه ساده او روانه وبلله خو په ځينو ځايونو کې د قافيې او د ياګانو ستونزې يادې کړې. ښاغلي ګواښ د آغلې صالحې د خبرو په ارتباط او د لر او برو پښتنولهجو ته په اشارې سره وويل چې د دواړو غاړو د پښتنو لهجه او تلفظ سره توپير لري او ډېری داسې کلمات شته چې په شعر کې يې موږ يو ډول او هغوی يې بل ډول تلفظوي نو ځکه کله چې موږ د هغې غاړې د شاعرانو شعرونه لولو نو کله داسې راته ښکاري چې قافيې يې سمې نه دي انتخاب شوي.آغلې تورپېکۍ مومند دسیده حسینه ګل دشعرونو په اړه دخپلې مقالې په یوه برخه کې وويل : حسينه ګل يوه باجراته او د لوړ همت خاونده شاعره ده چې حقايق يې په رېښتينې توګه په خپلو شعرونو کې بيان کړي دي.آغلې پاريسه خزان په اړونده برخه کې وويل : ښځينه عواطف، واقعيتونه او په پښتنې ټولنه کې د ښځو محروميتونه هغه څه دي چې حسينه ګل په خپلو شعرونو کې په ښه توګه بيان کړي دي. آغلې خزان د حسينه ګل د ( لور) په نامه نظم ته په اشارې سره وويل : دې شعر کې شاعرې په ډېره ښه توګه په يوې کورنۍ کې د لور او د زوی په وړاندې د شته وو فرقونو يادونه کوي چې څنګه کورنۍ زوی ته د قدر په سترګه ګوري او لور له کوچنيوالي نه حقيره او محرومه وي.اغلې ساهرې شريف خوښي څرګنده کړه چې نن د دې موقع راغلې چې خويندې کولی شي پخپله د يوې خور پر اثر باندې خبرې وکړي . هغه رنګه چې يوه ښځه د يوې بلې ښځې احساسات په ښه توګه درک کولی شي او خبرې ورباندې کولی شي ، نارينه يې نه شي کولی.ورپسې لیکوال او شاعر علم ګل سحر دسیده حسینه ګل دشعرونو په اړه خبرې وکړې او دمخکتنې په دې غونډه کې یې دخویندو له خوا داورول شویومقالو او علمي نظرونو په اړه خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې دداسې غونډو په جوړولو ټینګار وکړ. د مخکتنې اخېره برخه کې د اوږۍ امېل له خوا د حسينه ګل يو غزل او د( ډايرې )تر سرليک لاندې يو نظم شول اوبصیري حمیدي دحسینه ګل یو خوږ غزل دیکلمه کړولوستل .د غونډې دوهمه برخه د مشاعرې وه . دې برخه کې ګل مينې يوسفزۍ ، بصيرې، سوله نيازۍ، ندا ساپۍ، نعيمې غني، برېښنا ساپۍ، پاريسه خزان ،رڼا، ستورۍ معارج ،راحلې نوري،ښکلا،جمیلې ،لیلما حامد،ګلالۍ عمرخیلې،اوږۍ امیل، بشير ګواښ او په ټليفون کې له غزني نه آغلې شپنې شپېلۍ خپل شعرونه ولوستل.مشاعرې پسې د پچې په اساس ګل مينه يوسفزۍ او تورپېکۍ مومند د اونۍ نېکمرغه نجونې انتخاب شوې او ورته د ښاغلي ګواښ شعري ټولګه او د بهير له خوا په پام کې نيول شوې ډالۍ ورکړل شوې.همداراز د فرحت قاضي د( ګونګۍ څه وايې) په نوم کتاب، د محب زغم د (ځانمرګي) په نوم ناول ، د نعيمې غني (هغه د بابا خبره) په نوم نوی چاپ شوی کتاب او دعزیزۍ افغاني د روښانیانو دوره کتاب په ګډونوالو باندې ووېشل شوې او همدارنګه د ((هريرود )) مجلهې نوې ګڼه چې په کابل کې ددغې مجلې استازې تکړه شاعر،لیکوال او ژورنالست امینزي صاحب له خوا دمیرمن بهیر غړو ته ډالۍ شوې.دغه راز په غونډه کې د میرمن شریف دخسر او دهیواد دستر عالم او وطندوست شخصیت پروفیسور ډاکټر اشرف غني احمدزي دارواښادې مور روح ته د دعا لاسونه پورته شول.د راتلونکي لپاره وپتېيل شوه چې په جرمني کې د مېرمن بهير د غړې اناهيتا روهي د (آسمان او ځمکې) په نوم کتاب او د نعيمې غني د( هغه باباخبره) په نوم کتاب باندې به هم د مخکتنې غونډې جوړېږي خو د بهير د راتلونکې اونۍ غونډه کې به د نعيمې غني په شعر کره کتنه کیږي اوږۍ امیل به دفلسفې په اړه چمتو شوی لکچر دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کوي او راحله نوري به د ډاکټر زغم د ځانمرګي کتاب په اړه خبرې کوي. دغه راز دوو خصوصي پوهنتونونو ته دمیرمن بهیر دغړو دورپیژندلو په اړه هم خبرې وشوې.غونډه د مازديګر په څلورو بجو دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده. دا فاصلې هم ښې ديچې رانه لرې يې بې شانه دې نېږدې ګڼمهخو دا وصل او قربت به څه ويچې رانېږدې شې نو اشنا لرې شې( حسينه ګل)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "یوې مور د خپلې لور خیټه څیرلي او پینځه میاشتنی ماشوم یې ترېنه ایستلی", "output": "میرویس جلا� �زی یوې مور د خپل ځوان زوی په مرسته د خپلي ۱۴ کلني لور خیټه د ږیرې د خریلو په چړې څیرلي او هغه پینځه میاشتنی ماشوم یې ترینه را ایستلی چې د یوه جنسي تیري حاصل وو .په دغې ۱۴ کلني نجلۍ څه باندي پینځه میاشتي د مخه د بامیانو په یکاولنګ ولسوالۍ کې د یوه لارۍ چلونکي له خوا جنسي تیری وشوه او بیا لارۍ چ� �ونکی له سیمي په تیښته بریالی شو. د بامیانو د ملکی روغتون ریس غلام محمدنادر د دې پیښي جزیات د بینواویب پاڼې ادارې ته داسي بیان کړل: (( دغې ۱۴ کلني نجلۍ وروسته تر هغه چې پرې جنسي تیری وشو دا مسله د � �رم له مخې پټه وساتله او خپلي کورنۍ ته یې په دې باب هیڅ ونه ویل خو کله چې دری تر څلورو میاشتو پوري تیري شوي نو د نجلۍ په فیزیکي جوړښت کې د بدلون په راتګ سره د هغې کورنۍ شکمنه شوه چې خامخا یو څه خو شوي او همدا وو چې نجلۍ یې روغتون ته راوړه او له معایناتو وروسته دا ثابته شوه چې نجلۍ حامله ده)). ډاکټر نادر وویل چې دغه تنکۍ نجلۍ وروسته تر هغه چې کور ته یوړل شوه د مور او ورور له خوا یې جبراً غوجلې ته وړل شوي او هلته یې د لاسونو او پښو ترتړل کیدو وروسته خیټه د ږیري د تراشولو په چړې(پاکي) باندی څیري کړای شوی او ماشوم ترینه را ایستل � �وی او په یوه ناڅرګند ځای کې خښ کړای شوی دی. ډاکټر نادر وویل چې مور او ورور د نجلۍ خیټه د جامو د ګڼډولو په تار ورګنډلی او د پینځو وروځو په تیریدو چې کله د هغې پلار په دغې مسلې خبر شوی بیا یې نجلۍ روغتون ته راوړه چې اوس یې ټپونه مکروبي شوي او د هغې ژوند ته یې جدي ستونزي را ولاړي کړي دي. د بامیانو د مرکزي روغتون ریس وویل چې دوي هڅه کوي د دغې نجلۍ ژوند وژغوري خو د هغې د کورنۍ دغه نامسکلي او په خپل سر عمل د هغي ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د بامیانو والۍ حبیبې ثرابي بینواویب پاڼي ته وویل چې جنسي تیری کونکی یې نیولی او پولیس هڅه کوي چې د نجلۍ مور او ورور هم ونیسي او د قانون پنجو ته ېې وسپاري.افغانستان چې د بشري تیریو د ځانګو په توګه پیژند� � کیږي وخ ناوخت د داسي زړه بګنونکو پیښو شاهد دی چې ساری یې نه لیدل کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فراه: د طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي", "output": "میرویس جلالزی د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې پرون جګړه شوې او ویل کیږي چې پکې طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي.جګړه هغه مهال رامنځ ته شوه چې طالبانو د پولیسو پر کتار حمله وکړه.د لویدیځ زون دپولیسو د ساحوې قوماندانۍ ویاندعبدالروف احمدي بینوا ویب پاڼي ته وویل چې په دغه جګړه کې یې څلور طالبان وژلي دي.خو قاري یوسف احمدي چې د طالبانو په استازي توب خبري کوي وایې چې په دغه جګړه کې یې پینځه دولتي عسکر او د هغوي دوه موټر له مینځه وړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو په غزني او لوګر كې بريدونه كړي", "output": "ډاكټر محمدحنيف چې ځان د طالبانو وياند بولي وايې پرون شپه د دوى چريكانو د لوګر په پل علم ولسوالي كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو په يو كاروان ريموټ كنټ� �ول بريد كړى چې له امله يې څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي. همدا رنګه د قاري يوسف په نامه د طالبانو يو بل وياند بيا وايې چې دوى د غزني د جنډې په ولسوالي كي هم په بهرنيو سرتېرو بريد كړى او له امله يې ګڼ سرتېري وژل شوي دي. خو د طالبانو د دې ادعاوو سپيناوي تر اوسه كومي افغاني سرچيني او يا هم د ناټو ځواكونو نه دى كړى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درې اړخیزه غونډه په باگرام کې روانه ده.", "output": "دملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي بینوا خبریال ته وویل چې نن شنبه دافغانستان، پاکستان او دائتلافي ځواکونو له لوري درې اړخیزه غونډه روانه ده چې دامنیت، استخباراتي اړیکو دپاکستان افغانستان پر پوله پرتې ستونزې او په گڼ شمیر نورو موضوعاتو خبرې کیږي. دا ددرې اړخیزه غونډو پنځلسم وار دی چې دافغانستان، پاکستان او دامریکا هیوادونه یې دافغانستان دامنیت په اړه کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوښکې او مُسکا", "output": "جانانه زه دې د نازونــــو طاقت نه � �ـــــــرمه ځکه خو ستا هرې ادا سره مې اوښکې راځي لـــه ډېره وخـته دې محــــرومه له ديدنه يمــه ځکه خو ستا هرې خندا سره مې اوښکې � �اځي خوښي مې نشته هميشه داسې غمـــــونه زغمم دزړګي درد او ساړه اه سره مې اوښکې راځي له ډېره درده مې په شونډو کې مسکا وچه شي هـرې وړې وړې ژړا سره مې اوښکې راځي جانانه کله چې دا ستا خوږ نوم په خوله راوړمه د تورو سترګو له حيا سره مې اوښــکې � �اځي ساده یم ځـــــــکه هميشه داسې شعرونه ليکم بيا د ويلــــو له ښــکلا سره مې اوښکې راځي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست: سیلاب ځپلي خلګ مرستې غواړي", "output": "میرویس جلالزی د خوست له ولایت څخه خبر را � �سیږي چې دغلته د شنبې په ورځ ماسپښین مهال د سخت ورښت له امله نیزونه را وتلي او په سلګونو جریبه ک� �هنیزه ځمکه، واټونه او لاري یې ویجاړي کړي دي. د خوست ولایت په ښار کې د بینوا ویب پاڼي همکار وایې چې سیلابونو د ښار په مینځ کې هم واټونه تخریب کړي او د یو شمیر ودانیو او د وکانونو دیوالونه یې نړولي دي. په دغه ولایت کې � �ه طبیعي ناورینونو سره د مبارزې د ادارې ریس محمد عمر آرین وایې چې سیلاب له دوو بجو وروسته را وتلی او دومره ویلای شم چې زراعتي ځمکي ، فصلونه او د خلکو شتمنۍ یې سختي ځیانمني کړي خو د انساني تلفاتو په اړه تر اوسه ار� �ام نه شته . نوموړي له مرکزي دولت او نړیوالو مرستندویو ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې له ځیانمنو شویو خوست والو سره مرسته وکړي دا ځکه چې د هغوي شته مالونه سیلاب پو پناه کړي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هوايي ډګر ریس د فساد په جرم اعدام شو", "output": "میرویس جلالزی چین- بینوا د ادارې فساد په ضد د مبارزې د پیل شوې لړۍ په لړ کې پرون چینایې دولت د بیجن ښار د هوايي ډګر ریس د ادارې فساد په جرم اعدام کړ. لي پینګ د ۴ ملیونه ډالره رشوت او همدا راز د ۲۲ ملیونه امریکايي ډالرو د اختلاس په تور م جرم وپیژندل شو او ورته د اعدام سزا واورل شوه. لي پینګ په چین کې تر ټول لوی هغه دولتي چارواکی دی چې د م الي فساد په جرم غرغره کیږي. نوموړي په ټول چین کې د دیرشو هوايي ډګرونو مشري پر غاړه لرله چې په دې ورستیو کې د مالي فساد له تورونو سره مخامخ شوی وو. له نوموړي دمخه د چین دولت د ښکلا د یوه صالون مالک هم د مالي فساد او د عوام فریبۍ په جرم په دار ځړولی وو. چین د افغانستان یو له هغو ګاونډیانو څخه شمیر کیږي چې له ادارې فساد څخه کړیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ديرش تنه د قيمتي ډبرو دقاچاق په تور ونيول شول", "output": "د خوست ولايت په سپېره ولسوالۍ كې نېږدې دېرش تنه دقيمتي ډبرودايستنې اوقاچاق په تورنيول شوي . چارواكيوويلي چې دقيمتي ډبرودايستنې اوقاچاق په تورله نيول شويوكسانوسره يوشمېرماشينواووسايېل هم ورسره ووچې ددوى لاسته ورغلي دي .چارواكي چې وايي چې يادشوي كسان يې په داسې حال كې نيولي چې دقيمتي ډبروپه ايستنه لګيا وو .د خوست ولايت د ځدراڼو او تڼيو ولسوا� �يو په يو شمېر غرونو كې كرومېټ لرونكي ډبرې اومعدنونه شته، چې څه موده وړاندې تردريوكالوپورې دګنج ح ضورپه نوم يوۀ يوه افغاني شركت ته په قرارداد وركړل شوي . نوموړى شركت به په كال ۱۰۰۰ ټنه ډبرې باسي اوديوټن په مقابل كې به ۴۳۰۰ افغانۍ افغان دولت ته وركوي .ديادوشويوكانونوله قراردادمخكې به دكرومېټ ډبرې زښتې ډېرې د� �اچاق په ډول پاكستان ته وړل كېدې خوكله يې چې قراردادوشونودچارواكوپه ويناچې دساتنې لپاره يې ۲۰۰ تنه وسلوال كسان وګمارل شول .له نوموړې قراردادوروسته دالومړى ځل دى چې ديادشويوډبرودايستنې اوقاچاق په توريوشمېرخلك نيول كيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هېواد په سويل کې ٩٠زره تنه بې ځايه شوي دي", "output": "د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کډوا� �و عالي کميشنرۍ پتېلې ده، چې د وروستيو مياشتو د ناکراريو او جګړو له امله د افغانستان په سوېل، کندهار، هلمند او اروزګان کې له ٨٠ زرو څخه تر ٩٠ زرو تنه له خپلو کورونوڅخه بې ځايه شوي دي. د دغه ادراې يو وياند نادر فرهاد ويلي له دې وړاندې هم د کړکېچونو او وچکالۍ له امله ١١٦ زره کسان په دغو سيمو کې بې ځايه شوي وو.."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عجیب خبر: بوش ویشتونکی ګیم بازار ته راووت", "output": "میرویس جلالزید سافتویرونو په بازار کې د یوه نوي پروګرام له رامنځ ته کیدو سره سم اوس یوه عجیبه شانته غوغا جوړه شوي ده. دغه نوی پروګرام چې یو کم پیوټري ګیم دی د عراقي خبریال منتظرالزیدي نوښت ته په کتو سره ګټ مټ جوړ شوی دی. په دغه ګیم کې د امریکې د و� �سمشر جورج ډبلیو بوش ګوداګۍ ښکاري چې د یوه لوبغاوړي له خوا پرې د بوټونو وقفه ی او متواتر ګزوارونه کیږي. په دغه کمپیوتري لوبه کې بوټ ویشتونکي ته د اتل( چمپین) نوم ورکړ شوی چې ورته په لسګونو جوړي بوټونه پراته دې او بوش پرې په نښه کوي خو د بوش هڅه دا ده چې پرې بوټونه و نه لګیږي. بوش په دې کمپیوتري لوبه کې کټ مټ د هغسې ټربیون ( د وینا میز) تر شا ولاړ دی چې پرې په واقیعت کې څو ورځي دمخه د العراقیه ټلویزیون د خبریال له خوا د بوټونو ګزا� �ونه وشول.د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې د دغو کمپیوټري ګیمونو یوه پلورونکي مصداق التوبکي بینوا ویب پاڼي ته وویل چې د دغو ګیمونو اخیستونکي د نورو ګیمونو د اخیستونکو په څير یوازي ځوانان او تنکي ځوانان نه، ب� �که حتی بوډاګان هم دي. هغه وایې چې هره ورځ ورته په سلګونو تنه د لوړ عمر خاوندان هم راځي او دغه ګیم اخلي.د دغه ګیم بیه ۱۶ درهمه چې شاوخوا ۶ ډالره کیږي ښودل شوي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په عراق كې ۲ امريكايي سرتيري ووژل شول", "output": "په دغه هيواد كې ميشتو امريكايي ځواكونو خبر وركړ چې،دغوسرتيرو دبغداد ښار په شاخوا كې دبيلابيلو پيښو په ترڅ كې خپل ژوند له لاسه وركړى.درسنيو په ح واله يواځې دروان زيږديزكال دروانې مياشتې په اوږدو كى ۱۰۳ تنه امريكايي سرتيري دمخالفو وسله والو په بريدنو او بمي چاودنو كې وژل شوي دي.تيره ورځ امريكايي مقاماتو وويل:چې په عراق باندې د ددوى له بريد څخه راهيسې دوژلو شويو امريكايي سرتيرو شمير۳۴۵۴ تنو ته ورسيده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فوزيې کوفي پر وړاندې لاريون وشو", "output": "د بدخشان ولايت د کوفاب ولسوالۍ په سلګونو تنو اوسيدونکو نن د ولسي جرګې د يوې غړې فوزيې کوفي پر ضد لاريون وکړ لاريون کوونکو د فوزيې کوفي پر وړاندې شعارونه و� �کول دغه راز لاريون کوونکو د يو پريکړه ليک په ترڅ کې په فوزيه کوفي باندې تور ولګاوه چې د ولسوالۍ په اداري کارونو کې مستقيمه لاس وهنه کوي او د سيمې په پرمختيايي پروژو کې هميش خپلې مستقيمې او مخامخ مداخلې يې جريان ل� �ي فوزيه کوفي په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو وکيله ده چې هميش په مرکزي دولت باندې د فساد او بې کفايتى تورونه � �ګوي ويل کيږي چې نوموړې د ملي جبهې غړې هم ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "مات شي نه پاتېږي که هر څومره په قراره ويدلته د هر چا زړه چې صفا لکه هنداره وي ستوري نه دي سترګې دي بس دا چې ورته ګورو موږدوى هم لاره څاري انتظار د چا لپاره وي دا زلمى خاونده د هغې لپاره روغ لرهچا چې يې تر شا پسې کتلي په څو واره وي چيرته چې زه کېنمه يوازې تا په زړه کړمههلته، چې قسم ده ډېوه بله تر سهاره وي اوښکې کوچۍ پلوري د غريب خاوند لپاره ننکومه جنۍ شته چې د غميو خريداره وي؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلافي ځواكونه: له كرزي سره هم غږي يو", "output": "وروسته له هغه چې د افغانستان منتخب ولسمشر حام د كرزي د رواني اوني په پيل كې د هالند له لمړي وزير سره په كابل كې يوي خبري غونډي ته وينا وكړه او له غربي � �سنيو څخه يي سرټكونه وكړه هغه وويل چې دوي له ايتلافي قواوو سره په افغانستان كې د ترهګرو په وړاندي جګړه كې په ځيني مواردو كي اختلاف لري. د حامد كرزي د دي وينا په وړاندي په افغانستان كې د امريكا په مشري د ايتلاف قواوو وياند تام كولينز وويل چې دوي له افغان دولت سره هيڅ راز اختلاف نلري او له هغوي سره څنګ په څنګ د ترهګرو په وړاندي مبارزه كوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "واورو او سړې هواپه غور ولايت کې ۸۰ تنه مړه شول", "output": "د افغانستان له شمالي ولایت غور څخه بینوا ویب پاڼې ته را رسیدلي وروستي رپوټونه وایې چې هلته سړې هوا او ورسره د واوري دوامدار اورښت د اتیاوو تنو ژوند واخیست . له سیمي څخه را رسیدلي رپوټونه وایې چې دا کسان یوازي په تیروو دوو ورځو کې مړه شوي دي .هسي خوا تیره ورځ د بیړنیو حالاتو د ادارې ریس ومنله چې په ۴۰۰ باندې کسان له روان ژمي راهیسي په ټول افغانستان کې وژل � �وي دي خو په دې شمیري ځکه باور نشي کیداې چې لا هم د ډیرو لري پرتو ولسوالیو لاري له مرکزونو سره تړلي دي او وی� �ه شته چې په سلهاوو نور کسان هم مړه او ژوبل وي .د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزې ریاست ریس عبدالمتین ادراک نن ومنله چې په تیرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۱۲۸۰۰۰ څاروي هم له مینځه تللي دي .دا ګړۍ د افغانستان په ډیروو� �ایتونو کې هوا خورا سړه ده .له جوزجان ولایت څخه رارسیدلي رپوټونه وایې چې هلته د تودوخې ټیټه درجه د شپې پر م هال د سانتي ګریډ په کچه منفي دیرشو ته را ښکته شوي ده . په کندز، بدخشان ، هرات ، غور ، بادغیس او فراه و� �ایتونو کې تر هر بل ولایت ډیر انسانان د ژمې له پیل راهیسي مړه شوي دي . چارواکي وایې چې د بدخشان ولایت د یوشم یر ولسوالیو واټونه همدا اوس هم له مرکز سره واوري د ټرافیکو پر مخ تړلي او د خوراکې توکو بیه هلته یو په دری � �وړه شوي ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هلمند كې ملكې كسان ندي وژل شوي", "output": "د ناټو يوي وياندي هغه خبرونه بي بنسټه وبلل چي ګواكي په هلمند ولايت كې د ناټو ځواكونو په بمباريو كي د يوي كورنۍ ۱۸ تنه وژل شوي دي. ددغه ولايت دموسا قلا ولسوالۍ يوتن سيمه ايز قومي مشر(حاجي ابراهيم) دچين دولتې اژانس ژينهوا ته نن وويل: دا بريدونه نن سهار د موسي قلعه ولسوالي په اړوندو سيمو كي د مخالفينو پر وړاندي تر سره شوي چي پكي څه نا څه ۳۰ تنه وژل شوي دي چي ملكي كسان يي هم په ډله كي دي . خوپه كابل كې دناټو ځواكونو يوې وياندې ډكرمنه(انجيلا)بيا دقومي مشر(حاجي ابراهيم )دغه ادعا بي بنسټه وبلله او زياته كړه چې په بريد كې يواځې مخالفين په نښه شوي دي او د طالبانو يو قوماندان هم د وژل شويو كسانو په ډله كي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له هیواد څخه د ناقانونه پیسو د انتقال د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته شوي", "output": "میرویس جلالزی د افغان حکومت چارواکي وایې چې د هیواد له هوايي ډګرونو څخه یې د ناقانونه نغدو پیسو د انتقال او هیواد ته د را ننوتو د مخنیوي لپاره نوي اقدامات تر لاسه لاندي نیولي دي. تیره میاشت یوې نړیوالې موسسې چې په نړې کې د ناقانونه پیسود نغد انتقال په اړه څیړني کوي د افغانستان په اړه وویل چې هره میاشت په ملیونونو ډالر د افغانستان له هغو هوايي ډګرونو څخه په نغدي ډول ایستل کیږي چې د حکومت تر پوره واک لاندي دي. دغې ادارې وویل چې ډیری دغه پيسې دوبۍ ته د لومړي تم ځای په توګه انتقالیږي او وروسته بیا اروپایې او امریکایې بانکونو ته لاره پیدا کوي. د د افغانستان بانک ریس عبدالقدیر فطرت وایې چې اوس یې په هوايي ډګرونو کې یوه ځانګړي فورمه ترتیب کړي ده چې هر مسافر به د خپلو پیسو مقدار پکې لیکي او هیڅ څوک نشي کولای چې له لس زرو امریکایې ډالرو څخه ډیري نغدي پیسې له ځان څخه بهر ته ولیږدوي. د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت یوه عالي رتبه افسر د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط بینوا ویب پاڼي ته وویل چې دوي د لوړ پوړو عالي رتبه چارواکو د بکسونو او جیبونو د تلاشۍ حق نلري نو له همدې کبله ډیری عالي رتبه چارواکي دغه نغدي پیسې له ځان سره بهر ته لیږدوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حميد حسن د ٢٠٠٩ کال غوره لوبغاړی ونومول شو", "output": "څه موده وړاندې چې www.cricketeurope4.net ويبپاڼې د ٢٠٠٩ کال د غوره لوبغاړي دټاکلو لپاره یوه ټولپوښتنه وړاندې کړې وه په هغې ټولپوښتنه کې دافغانستان تېز بالر حميدحسن تر خپلو سيالانو ډېر ووټونه لاس ته راوړل , او ښه په اکثریت يې وګټله دحميد حسن نیژدې سيال د ایر لنډ کيپټن وېليم پورتر فيلډ و چې حميد حسن ورڅخه له زروڅخه ډېر ووټونه تر لاسه کړ ل ٠ حميد حسن ټول ووټونه تر درې زرو ډېر ول . دغوره لوبغاړي دا تمغه يا اوارډ به حميد حسن ته دراتلونکي کال په فيبروري کې ، په دوبۍ کې ورکړل شي ٠ البته په دې وخت کې به افغانستان د ٢٠١٠ دشل اوريزو نړيوالې اتلولۍدغوراوي په سياليو کې بوخت وي . د افغانستان د کرېکټ دا بله بریادې ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول ښاغلي حميد حسن ته موبارک ويد ټولپوښتنې پايله په دې ډول ده : 32.7% Hameed Hasan (Afghanistan) 21.4% William Porterfield (Ireland) 13.6% Mohammad Nabi (Afghanista ) 11.5% Edgar Schiferli (Netherlands) 4.6% Alexei Kervezee (Netherlands) 4.5% Neil McCallum (Scotland) 4.2% Niall O'Brien (Ireland) 2.7% Kevin O'Brien (Ireland) 2.4% Steve Tikolo (Kenya) 1.8% David Hemp (Bermuda)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهار : دنصوارو او بانجڼو پر سر ۲۲ تنه ژوبل سوي دي", "output": "دکندهارددامان ولسوالۍ په بيبان دره نومي سيمه کې دبانجڼوپرسرپه يوه شخړه کې ترشلوزيات کسان ژوبل سوي دي. دامنيه قومندانۍ دجنايې جرمونوپه وړاندي دمبارزي مدير سمونمل پښتون مومندبينوا ته وويل:چي دغه پيښه تيرماښام دروژه ماتي څخه وروسته په ياده سيمه کې رامنځته سوي ده او دپيښي لامل څوداني خوراکي بانجڼ وه دده په خبره چي يوه کس ديوه بل کس له پاليزڅخه بانجڼ شکولي وو،چي وروسته دتاوتريخوالي سبب سول. دى زياتوي چي په پيښه کي شاوخوا شل کسان ژوبل سوي دي اودجګړي پرمهال دواړولوروچاقوګان،چړي،لرګي اونوري جګړييزي آلي کارولي دي.دمومنددڅرګندونوله مخي چي اتلس تنه يې د دي موضوع اړوندتورن کسان دپوليسوله خوانيولي دي نوموړى زياتوي چي پيښه تر څيړني لاندي ده اونور ارقام به يې وروسته په ډاګه سي. يوتن عيني شاهد بينوا ته وويل: چي دشخړي په لمړيوکې ډزي هم اوريدل سوي دي خوورڅخه مرګ ژوبله نه درامنځته سوي. يوتن موظف ډاکتر دنوم نه څرګندولوپه شرط راته وويل:چي دپيښي له ځاى څخه يې ميرويس روغتون ته شاوخواپنځه ويشت تنه ژوبل کسان راوړل سوي دي. دده په خبره چي لس تنه يې سخت ژوبل ول اوپاتي نوريې لږژوبل وه چي ځني يې په هماغه شپه له روغتون څخه بهرکړي دي. ددي پيښي په تړاوموله دواړولوروخپل منځي شخړه کونکوسره دخبروهڅه وکړه خوونه توانيدو. بايدوويل سي چي په همدي مهال دکندهارښارپه ميرويس مينه کې دي ته ورته دکوچيانوپه خپل منځي جګړه کې څلورتنه دنصوار پر ستونزه چي د جګړي له امله ژوبل سوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کمپیوټر څه ته وایی؟", "output": "پوهنیار سید حسن عدلیار Computerتعريف: Definition د کمپيوټر نوم((Computerد ((Compute يعنې شميرلو له ويې (کلمې)څخه اخيستل شوې او له همدې امله کمپيوټر د شميرونکي په نامه ياديږي.که چېرې د کمپيوټر پيښليک ته پاملرنه وشي نو په لمړيو کې کمپيوټر د شمير د مسايلو د سرته رسو� �و لپاره په کار وړل کېده او له همدې کبله د کمپيوټر يا شميرونکي په نامه نومول شوی دی.مګر له شک پرته د نن و� �ځې کمپيوټرونه د شمير پر مسايلو برسيره په نورو بيلا بيلو برخو کې ،او نژدې د ژوند په ټولو برخو کې د ګټې اخيستو وړ ګرځيدلي او هغه په لاندې ډول تعريفولای شو:کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی چې لمړني ورکړل شوي معلوم ات ( (Data تر کار ((Process لاندې نيسي د مخکېنيو ورکړل شوو پروګرامونو پر بنسټ لمړني معلومات تحليل او تجزيه کوي او په ډير دقت او چټکتيا سره غوښتل شوي پايلې ساتي او يا هغه ښيې.پورتنی تعريف د کمپيوټر په اړه لاندې ټکي څرګندوي:1:کمپيوټر يو اليکترونيکي ماشين دی.2:کمپيوټر هر ډول لومړني معلومات چې رقمي ((Digital اطلاعاتو ته د بدلون وړتيا ولري هغه پراسس او مني.3:کمپيوټر هغه ماشين دی کوم چې د پروګرام کولو وړتيا لري.4:کمپيوټر هغه ماشين دی چې د پروګرام کولو وړتيا لري.5:کمپيوټر هغه منطقي ماشين دی کوم چې د لومړنيو معلوماتو دتحليل او تجزيې وړتيا لري.5:کمپيوټر په ډير دقت او چټکتيا سره مسايل حلوي.6:کمپيوټر د ساتنځي(حافظې)لرونکی دی.7:كه چېري په ورکړل شوي پروګرام او يا لمړنيو ورکړل شوو معلومات( (Data کې کومه غلطي يا اشتباه نه وي نو کمپيوټر ح سابي او منطقي مسايل پرته له کومې غلطۍ او اشتباه حلوي.يا په بل ډول ،کمپيوټر مسايل د پروګرام او لمړنيو ورکړل شوو معلوماتو ((Data پر بنسټ حلوي. له موږ سره مو اړیکه: E- mail:baseer.baheer@gmail.com Mob:(0093)(077) 36 45 651 Faculty of Science,Department of Computer Sceince ,Kabul University"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په غزه کې يو فلسطينی مړ او درې نور ټپيان شول", "output": "په غزه کې د اسراييلي چورلکو د بمبا� �يو په ترڅ کې يو فلسطينی مړ او درې نور ټپيان شول.د فلسطيني چارواکو او پوځ د معلوماتو له مخې اسراييلي چورلکو په جنوبي غزه کې د مېشتو خلکو پخوانی کېمپ موراګ ته څېرمه پر فلسطيني ساتونکو بمبارۍ وکړې.د حماس ګوند مشر وي� �ي چې په دغه بمباريو کې زموږ هم يو وګړی وژل شوی دی.خو د ځايي روغتون ډاکټران وايي چې د دغو بمباريو په ترڅ کې درې عام وګړي هم ټپيان دي.له بلې خوا اسراييل ادعا کوي چې له غزې ښار څخه د شمالي اسراييلو پر پټنځايونو د � �اکټونو تر توغولو وروسته موږ هم پر فلسطيني ساتونکو ځوابي بريد وکړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسرو وینو قاتل !", "output": "هغه چې وژني مې بچي له هوا له خپلې ګرانې نازولې سره پخپل م وبایل کې ښې خوږې خوږې خبرې کوي په الو وایې ورته ګرانې بچۍ زه په یو خاص مشن وتلی یمه پام چې خفه نشی د ډید پسی دی بادام پستې به درته ډیرې راوړم ته په ارام سره خوبونه کوه تاته به ښکلې دنیاګۍ جوړه کم دنیا به ښه یوه خولګۍ جوړه کم په نازنعمت به لویه ومه زه تا پا م چې خفه نشی له ما نه اشنا اوس مې دډزو ګړنګهار ته ګوره دمردکیو ډنډوکارته ګوره په یو ماشی سره ګولۍالوزم پری ډیر سرونه له ځولۍ الوزم له همدې دغې یو خبرې سره دمردکیو سورباران جوړ شي زما پښتون بچې دمورپه غیږ کې دشهادت په وینو سورپروت وي بل خوایی پلار په وینوسور پروت وي ګریوان شلیدلی بی قصور پروت وي موریی وهلې ده دیوال ته تکیه دخپل تټرپه لګیدلې ګولۍ ددرد له لاسه سوي ساندې کوي چرګه بچو پسی کوټ کوټ کوي کله له ویرې ټغ ټغاری کوي بچي یی خاورې لاندې مړه پراته وي غوا ام بچې پسی رمباړې کوي دبی وسۍ په دغه تور ماتم کې سترګې مې پورته شې اسمان په طرف چغه مې وځي یو دمې له خولې نه په چغو چغو وایم هغه زات ته چا چې دنیا دمحبت لپاره هم جوړه کړی عبادت لپاره دانساني ژوند کرامت لپاره وایم ددنګو دنګو غرونولویه خدایه چاته فریاد چاته غوغا وکمه چاته به وایمه اوس زه ترهګران چې مې دسرو وینو قاتل څوک دی ؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له بي وسلي کولو سره جاپان هيواد مرسته وکړه", "output": "جاپان په افغانستان کي د بي وس� �ي کولو له پروګرام سره د ٦٠ مليونو ا مريکايي ډالرو د مرستي اعلام وکړ د نوموړي هيواد د بهرنيو چارو وزير تارو اسو وويل چي دا پيسي به په افغانستان کي د غير مسولو وسلوالو ډلو په بي وسلي کولو ولګول شي . دا مرسته په جاپان کي د چهارشنبي په ورځ ناوخته افغانستان ته د هغه نړيوال کنفرانس په پاي کي ومنل شوه چي د افغان ولسمشر حامد کرزي هم پکي ګډون درلود."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "راځه چي دنيا پرېږدو", "output": "راځه چی دنیا پریږدو راځه چی دنیا پریږ دو د صحرا په لوری لاړ شود مینی په دنیا کی د ښکلا په لوری لاړ شو د خار او د اغیار سره مو کله نه جوړیږیراځه چی د نرگيس او د شهلا په لوری لاړ شو چی د شیخ او د زاهد نه مو غوږونه په آرام ویراځه چی د مجنون او د لیلا په لوری لاړ شو ترڅو به د هجران په توره شپه کی نور کړیږوراځه چی د سپوږمۍ او د رڼا په لوری لاړ شو یو بل ته چی په سترگو کی جامونه نظرانه کړوراځه چی د ساغر او د مینا په لوری لاړ شو (محبه) چی جهان ورته په بدو سترگو گوریراځه چی د دوه زړونو د گناه په لوری � �اړ شو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كابل كې ځانمرګى بريد وشو", "output": "يوځانمركى بريدكوونكى نن په كابل كې دامريكې سفارت دموټرو په كاروان بريد وكړ . درپوټونو له مخې دابريد يوساعت مخكې دبنايي په سيمه كې كوم كې چې دكابل جلال اباد په لويه لاره پرته ده سړك پرسرترسره شو. دپوليسو په وينا په دې پيښه كې بريدكوونكى له منځه تللى او دامريكې دسفارت ددو كاركونكو په كډون پنځه تنه افغانان ژوبل شوي دي. په دې بريد كې چې پوليس يي ديوپاكستانى وكړى كاربولي دامريكي دسفارت دوه شورليټ ډوله موټرهم په كلكه زيانمن شوي دي. تراسه ددې بريد مسوليت چا په غاړه نه دى اخيستى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قسمې پایلې د حامد کرزي د بریا څرګندویې کوي خو عبدالله یې نه مني", "output": "میرویس جلالزی د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون پرون د لس سلنه شمیرل شویو رایو پایلې اعلام کړې. دغو قسمې پایلو ته په کتو سره حامد کرزی له خپل نږدې سیال عبدالله عبدالله څخه په لیږ توپیر مخکې دی. کرزي د لس فیصده شمیرل شویو رایو څخه ۲۱۲۹۲۷ رایې او عبدالله عبدالله ۲۰۲۸۸۹ رایې خپلې کړي دي. د امریکا غږ اشناراډیو خبریال نثار حارث د قسمې پایلو د یاداشت په حال کې تر اوسه ټولې رایې نه دي شمیرل شوي او په یو شمیر سیمو کې ځیني د رایو صندوقونه تري تم شوي هم دي. د نورستان له ولایت څخه خبر را رسیږي چې دغلته د بهرنیو ځواکونو له یوې الوتکې څخه په لسګونو د رایو صندوقونه چې د نورستان مرکز ته لیږدول کیدل قصداً را غورځول شوي خو تر اوسه نړیوالوځواکونوپه دې اړه خپل نظر نه دی ورکړی. له بل لوري په ننګرهار ولایت کې بیا طالبانو د رایو یو شمیر صندوقونه سیند ته ور اچولي دي. د ټاکنو د درالانشا ریس داود علي نجفي وویل چې دغه پایلې قسمې دي او کیدای شي د هرې ورځي په تیریدو سره بدلون ومومي. د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ری داود علي نجفي د پایلو د اعلام په حال کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عبدالباري جهاني د جرمني په هامبورګ ښار کي", "output": "د افغانستان د نامتو شاعر او تاريخپوه ( عبدالباري جهاني )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې د ناټو يو عسکر وژل شوى دى", "output": "د ناټو وياند مېجر مورايل بېنوا ويبپاڼي ته وويل، چې نن سهار پنځه بجې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د ناټو يو عسکر ووژل شو. په چاودنه کې يو موټر هم د نوموړي په وينا زيانمن شوى دى. عيني شاهدانو بېنوا ويبپاڼي ته وويل چې په سيمه کې يې د ډزو غږونه اورېدلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان:پاکستان بايد د طالبانو مخه ونيسي", "output": "افغان حکومت په پاکستان غږ کړی چې د سرحدي تروريزم د مخ نيوي لپاره بيړنۍ هڅي پيل کړي .د افغان دفاع وزارت دا غوښتنه وروسته له هغه م طرح شوه چې نوي پاکستاني حکومت له پاکستانيو طالبانو سره د سولی پر يوه پلان کار کوي.افغان دفاع وزارت واېې کله چې په 2006 کال کې په وزيرستان کې د پاکستاني حکومت او قبايلي طالبانو تر منځ د سولي تړون وشو نو دې تړون کار ورنه کړ او په دواړو پاکستان او افغانستان کې طالبانو په سلگونو تنه ووژل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د څرخ په ولسوالۍ وسله وال بريد شوي دي .", "output": "د لوګر د پوليسو مشر نن سهار بينوا سره په خبرو کې دا ومنله چې تيره شپه ددغه ولايت د څرخ په ولسوالۍ وسله وال بريد شوى دي چې يوازى يو دولتى پوليس په کې ټپي شوي دي.په دغه بريد کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي او مخالف جنګيالو تر دم ګړۍ په دې اړوند څرګندونې نه دي کړي . د پوليسو مشر وايي بريد کونکې د دوى د ځواکونود ځوابيه بريد په پايله کې تيښتې ته اړ شوي دي. څو موده وړاندې هم په دغه ولسوالى بريد شوي وو ، چې ودانۍ يې په بشپړه توګه ويجاړه او سوې وه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يو امريكايې خبريال ووژل شو", "output": "رپوټونه وايې دا امريكايې خبريال د مكسيكو په واكسان ښا� �ګوټې كې هغه وخت ووژل شو چې وسلوالو كسانو پر نوموړې او د هغه تر څنګ په دريو تنو ولاړو ملكې كسانو ډزې پيل كړي. د دې خبريال د وژنې اصلې علت تر اوسه نده روښانه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند كې دوه بريطانيويان ټپان شوي", "output": "نن دهلمند په مركز لښكرګاه ښار كې ديوه ځانمرګي بريد له امله دبريطانيوي ځواكونو دوه سرتيري ټپيان شوي يو عام وګړي يې وژلي او پخپله ځان وژونكي هم له منځه تللي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوستمېشتودغوث زلمي محاكمه وغوښته", "output": "ددې ولايت دعلمانوشورا،دسولې شورا،ولايتي شورا،دټو� �نيزواوسياسي ګوندونومشرانواوغړو،روڼ اندواوعاموخلكودهغې غونډې په ترڅ كې چې ددې ولايت دجرګوپه تالاركې جوړه شوې وه دلويې څارنوالۍ وياندغوث زلمي دمحاكمې غوښتنه وكړه اودقران كريم پروړاندې يې دنوموړې كړنه دكفري نړۍ دتوطيويوه بله هڅه وګڼله . پدې غونډه كې د سولې شورا رييس مولوي نصرالله قاسمي پخپله وينا کې وويل (( له ع� �بي متن پرته په هره بله ژبه ليكل شوي كتاب ته د قرآنكريم ويل جواز نه لري . نوموړي زياته كړه ،كفري نړۍ د اسلام پر وړاندې بېلابېلې توطيې جوړوي چې په ډنمارك كې د اسلام ستر پېغمبر ته دنسبت وركړل شويوكاريكاټورونوخپرول، سلمان رشدي ته د زړورتيا لقب او مرتد شوي عبدالرحمن ته پناه وركول يې ښې بېلګې اوثبوتونه دي .)) د خوست د ولايتي شورا رييس داؤدخان شهيدزوى هم اوږدې خبرې وكړې اودخپلوخبروپه يوه برخه كې يې وويل چې دغوث زلمي له خوا ديادشوي كتاب له وړياوېشنې داڅرګنديږي چې پدې كاركې دپردې ترشاه داسلام ضدخلكولاس دى . د خوست د ديني عالمانو دشورا مشر مولوي محمدايوب هاشمي غوث زلمى د اسلام له نظره ګمراه اودنوروخلكوګمراكوونكى وبالۀ او له حكومت څخه يې وغوښتل چې نوموړي ته د اسلامي قانون له مخې درنه سزاوركړي . لدې مخكې دشېخ زاهدپوهنتون استادانواومحصلانوهم په يوه غونډه كې دغوث زلمې ياده شوې كړنه غندلې اودهغه دمحاكمې غوښتنه يې كړې وه . همدا� �ازدافغانستان په يوشمېرنورو ولايتونوكې هم دغوث زلمې ددې كړنې دغندنې په موخه ورته غونډې جوړې شوې اوغوث زلمي ددې كړنې دغندنې ترڅنګ يې له دولت څخه دهغه دمحاكمې غوښتنه كړې . غوث زلمى تېره اونۍ په سرحدي پوله تورخم کې هغه مهال ونيول شوچې له هېوادڅخه د وتنې په حال کې ؤ، خودديادشوي كتاب تصديق كوونكي دكابل ښاردتميم انصاري جومات ملا امام قاري مشتاق دپتې په اړه مالومات نشته . تراوسه ددوى د برخليک په اړه كومه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "د نیلی واهګې چې په لاس د بې هنر پریوزیارومرو به په ګړنګ او په کمر پریوزی که فک� � اوکړې د قیصه له عقله ورایه نه دا د تل ې نه ګورې تیاره راشی چې لمر پریوزی چې بدیدار وی او هم مله پورې ي توره نه ویعجبه نه دا که د هغه سړ ی سر پ� �یوزی د ښکاری کار خو ښکار کول دی هغه نه ګراماومشاهین دی ولې له پ� �واز او له نظر پریوزی په دې قیصه کښې هم پنهانه فلسفه د لویهچې بې هنر سړۍ په پښو د کیمیا ګر پریوزی که ته منې که نا طاهر خو ستا مثال داسې دې لکه سیپۍ پاتې حالی � �ی تر ې ګوهر پریوزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سګرټ په هند کې ديو مليون انسانانو وژني", "output": "د يوې تازه سروې پايلي ښيې چې هر کال شاوخوا یو ملیون انسانان په هند کې د سګرټو د استعمال په دلیل خپل ژوند له لاسه ورکوي.په دې سروې کې راغلي چې په هند کې په هر لس تنو مړو انسانانو کې یوه یې د سګرټ د څکولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي .د دې سروي پایلي چې د نیوانګلینډ په طبي ژورنال کې خپري شوي دا هم ښیې چې ، په هند کې د سګرټو د استعمال په سبب د مړو شویو کسانو ۷۰ فیصده یې د ۷۰ کلنۍ عمر ته له رسیدو دمخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.د هند د عامې روغتیا وزیر ( ابوماني رمادوس) وی� �ي چې د دې سروې پایلو ورته سخت ټکان ورکړی او هڅه به وکړي چې په خپل هیواد کې د سګرټو د نه څکولو په اړه د خلکو د پوهاوي کمپاینونه د اوس په پرتله دوه ځله چابک کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کې د نوم ليکنې پروسه له سره پيل شوه", "output": "٤ د چنګاښ ١٣٨٤ کابل : د افغانستان د ټاکنو د سمون ګډ دفتر اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنو پروسه نن له سره پيل شوه او په پام کې ده چې دغه پروسه به تر راتلونکي يوې مياشتې دوام وکړي. د نوم ليکنې دا پروسه د هغو افغانانو لپاره په پام کې نيول شوی چې پخوا د بيلو بيلو لاملونو له امله يې خپل نوم نه و درج کړی. د دې غرض لپاره په ټول هيواد کې د نوم ليکنې څلورسوه نوي مرکزونه پرانيستل شوي دي. په عين حال کې پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د امنيت شورا ته په خپل راپور کې دافغانستان په اوسنيو حالاتو انديښنه څرګنده کړی او ويلي يې دي چې روانو حالاتو د ټاکنو د تيارۍ په کار اغيزه غورځولې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دامن جرګه که دډيورنډ جرگه؟ ( دوهمه برخه )", "output": "� �ښتياويل ترخه اومشکل دی ،خوويل يې ايماني اووجداني اړتياده !ليکونکی : حبيب الله غمخوردوهمه برخه :دجرگې تشکيل اوصلاحيتپه لومړۍ برخه کښي وړاندوينه وشوه دج� �گي دجوړېدو اوسمبالښت دکار کميسيون دښاغلي پير سيداحمد گيلاني په مشری جوړاوپه کار يې پيل وکړ.له بده مرغه په افغانستان کې هرڅه دتړلودروازوشاته ترسره کيږي ،ولس يوازي په پرېګړو خبرېږي ،له همدې امله ټولې هغه پرېکړې چې دولس له مشورې او خوښې پرته شوي وی هغوي ته دمنلو وړنه وي . په هغه وخت کښې بيا دولت ولس دياغېتوب تر بريده گ� �موي اوځان پر حق بولي ،ولي رښتيا بيابل څه وي يعني هر څه دولس دخوښي اوارادي خلاف وشي ځکه يې منل ورته گران ياناشونی کار وي .،همدا اوس يوځل بيادپرسه تکرارېږي ،داسي معلومېږي دهغې حياتې موضوع (دامن جرگې)په هکله چې دافغان ولس اوافغانستان په برخه ليک پوري اړه لري بېله دېنه چې څوک دهغې په هکله هراړخيزمعلومات ولري دجوړېدوکار روان دۍ . داجرگه چې زماپه گومان يوه ناکامه اونېمگړې جرگه به وي که چيري جوړه هم شي پايلې به يې دافغان ولس لپاره دقبول وړنه وي . دچارواکوپه اصطلاح دامن جرگه نيغ په نېغه دافغان ولس په سرنويشت پوري اړه لري ،سره لدې چې دجرگې ددايرېدو لپاره لازم شرايط نه تر سترگو کيږي ،خو ويل کيږي چې دراتلونکي عيسوي کال په لومړيو درو مياشتو کي به جوړه شي ،متاسفانه تراوسه لا دجرگې په اړه لاند سوالونه بي ځوابه پاته دي : ۱/ دامن دجرگې اجندأ،وخت اوځاي تراوسه پټه ساتل کيږي . ۲ / دجرگې دحقو قي صلاحيت اومسؤليت په هکله هيڅ ډول څ� �گندونې ندي شوي ؛ زموږ دهيواد په اوسني اساسي قانون اومخکنيو قوانينو کښي دداسې يوې جرگې وړاندوينه نده شوې ،اونه هم دهغې دقانوني صلاحيت په هکله څه تر سترگوکيږي . داله واشنگتن نه راپيداشوې يوه نوې پديده ده . ۳ / دجرگي دسمبالښت کميسيون علمي اومسلکي پوهه ددي جوگه نده چي داکاردي لکه څنگه چې افغانان هيله لري پرمخ بوزي .. ۴ / دجرگي گډون کونکي ندي معلوم ،اونه پدغه جرگه کښي دگډون لپاره کوم طرزالعمل اعلان شوی يعني داڅرگنده نده چي څوک به پدي جرگه کې دافغاني لوري استازيتوب کوي . که هغه کسان چې د ټولي نړۍ دبشردحقوقوددفاع سازمانونه ورته گوت څنډنه کوي اوياهغه کسان چې همدا اوس له يوې خوا په دولتي ارگانو کښي دغښتلي موقف لري اوله بلې تر غاښوپه وسلو سمبال کسان پدي جرگه کې دافغاني لوري استازيتوب وکړي ،اياداډارنشته چې هغوي به دپاکستان ، ايران او سيمي داستخباراتي کړيو سره په تړاوکې ونشې کولاي بيله دهغوي له ارادې نه حرکت وکړي ،يوځل بيابه دافغانترنامه لاندي اوافغان پوسيله خپلې شومې پرېکږې پر افغان ولس وتپې ؟ په جرگه کې دگډون داسوالونه لاجوابه پاته دي : الف : ددې جرگې برخه وال به دخلکو لخواټاکل کيږې ،اوکه دښاغلي کرزي لخوا انتصابېږي ؟ ب : که چيري پدغه جرگه کښي هغه کسان چي امريکايې دنيولو پر سر په ميليونوډالره انعام اعلان کړۍ دگډون علاقمندی ښکاره کړې ؟ ددې ستونځې دهوارۍ او نوروله دولت نه خوبدوډلودگډون په هکله دولتي پاليسي گونگه اوناڅرگنده ده. تر اوسه پدغه جرگه کښي دداډول کسانو اوډلو دگډون داړتيااوهغوي دهڅوني لپاره کوم څه نه ليدل کيږي . ددوي گډون دجرگې دسمبالوونکولخوااړين برېښې ؟ ددغو کسانوگډون به په جرگه کښې دنوروب� �خه والو لپاره دمنلو وړ وی ؟پدې هکله نور سوالونه . . . ۵ / په واقيعت کې اوسنۍ جگړه افغان شموله ده ،پاکستان ، ايران اويوشمير نور هيوادو نه دمعينو اوپراتيفي تاکتيکونو اوموخوپر بنياد دخپلو گټودترلاسه کولو،دطالباورپکولپاره دلوژيستيکې اوفراراسانتياو،له نړيوالي ټولنې اوښاغلي کرزي نه دپښتنوخوابدی يو اوبالاخره ددغې سيمي دخلکو جگړايز اودپردونه منلوخصلت هغه لاملونه دی چي پاکستان ،ايران او نورعلاقمند هيوادونه غواړي امريکااو اروپا د افغانستان په (جنوبي اوشرقي سيمو) کې په همدغو خلکوگونډه،له ماتي سره مخامخ اووتلو ته اړباسي ؛که چيري دغې موخې ته درسېدو لپاره اړينه شي په حيرتان کښي به هم جگړه زو� �واخلي . بنأ دامن په جرگه کښي دټولو ورڼوقومونو دپاکو،سپېڅلو پوهواوهوښيا� �وکسانو چې دموضوع داهميت په لهاظ وکولاي شي دخپل هيواد له گټونه دفاع وکړي گډون اړين برېښې . دافغانستان دسياسي اوپوځی وضعي دڅېړلو امتيازهيڅ کوم مقام جنگسالار و،د تنظيمو مشرانواومحلي قوماندانانو ته ندی ورکړۍ ،دابې له استثنادټول افغان ولس حق دی ،بېله دېنه به جرگه ناوړې پايلې ولري . ۶ / دواړي خوا وي دامن جرگې دپرېکړو په پلي کوېدو دمکلف شميرلو په اړوند تر اوسه کوم ملي يانړيوال حقو قي سند نشته . دا معلومه نده چې څنگه اودکوم حقوقي ميکانيزم پر اساس کېداي شي دواړې خواې دجرگې دپرېکړوپه پلي کولو مکلف وبلل شي . ۷ / ددغې جرگې د پريکړوپر رښتيانی پلي کولو به کوم نړيوال سازمان نظارت کوي ؟ سوال دادۍ کله چې داکتبر دمياشتي په درې اړخيزه ناسته کښې دامريکادولسمشرجو� �ج بوش لخوا پرويزمشرف اوښاغلي کرزي ته دامن دجرگې دجوړېدو هدايت کېده ،هلته دجرگې دپرېکړوپر عملي کيدو دنړئ دمعتبروسازمانولکه دملگروملتوسازمان او امنيت شورا دتظمين خبره مطرح شويده ؟ ښاگلی کرزی پدې هکله هيڅ خبره نه کوي . پر جرگه اوپرېکړو دنظارت بڼه به څنگه وي ؟ که داوسنی حالت سره ورته يونظارت وي چې افغانان اونړيوال زبرځواکونه دواړه دپاکستان نه يوازي شکايت کوي او دژورنالستانو سره په م� �کوکښي دلاسوهنواوناامنيو دراوستلو په اړوندگوت څنډنه کوي ، فکر کوم په هغه صورت کښي به دداسي جرگې جوړېدل دافغان ولس دعزاب عمر داوږدولومعنی ولری اوبس . ۸ / ددي جرگې پرېکړې به ددولتينو يعني افغانستان اوپاکستان دحکومتونو لپاره څومره دقبول وړوي؟ ۹ / تر کومه ځايه چي دالويه جرگه نده که دهغو گنگوسو،په اصطلاح دسرچوک داوازواو غربي نشراتو له مخې داسي فکر کيږي په ج� �گه کې به دپاکستاني لوری دډيورنډ دکرښي دبرخه ليک ،يا دهغې په امتداددترهگرودتيرېدو دمخنيوی په پلمه داغزن ديوال اويامينونودښخولومسله مطرح شي،دافغاني لوري عکس العمل به څه وي ؟ پدي هکله جرگې ته دپرېکړنده خبرو واک چاورکړی دی ؟ ددې لپاره چي دامن دجرگې برخوال قانوني او حقوقي صلاحيت ولرونکی وي اړينه ده چې د مشرانو، ولسی جرگې اودولت داړونده ارگانومسؤلين (رئيسان) اوپه هيواد کښي دراجسترشويو سياسي گوندونومشرانو په گډون پراخه غونډه راوغوښتل سي ،پدي غونډه کښي تر هراړخيز علمي بحث اوڅېړنو وروسته دملي گټودساتلو په نمظور دجرگې گډون کوونکوته معين او اړين واک اوصلاحيت ورکړه شي . دهمدې گډي غونډې په پرېګړه کښي بايد واضح او څرگند ذکر شي چي دپرېکړې په وخت کښي دستونځو سره دمخامخ کېدو په حالت کې کيداي شي دامن دجرگې م� �رتابه پورته ويل شوې گډي غونډي ته دلازمو مشورودترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړې . پدې صورت کښي به تر ډيره حده دتيروتنو او غولېدنې مخه نيول شوې وي . ۱۰ / په جرگه کې ددواړو خواو ددولتو دمش� �انو گډون به دپرېګړې په پلې کولوهغوي مکلف وبولي ؟ پداسي حال کښي چې پدې ورستيو شپو او ورځوکې کله چې دپاکستان دبهرنيوچارو وزيرکابل ته وروستۍ سفر وکړ داسي يې څرگنده کړه چې په جرگه کښي به دولتي چارواکي گډون ونکړې،اودهغوي دگډون اړينه نه برېښي ،داسي خبري هم کيږي چې دامن جرگې دجوړېدو اوپه هغه کښي دپاکستاني دولتي چارواکودگډون په هکله يې کومه خبره نده کړې . که رښتيا هم دپاکستان ولسمشر په جرگه کښې گډون ونکړې دابه ددې معنی خولري چې پاکستاني چارواکي به ځانونه دجرگې دپرېکړوپه پلې کولو مکلف نه بولي . دې ټکې ته هم بايد پاملرنه وشي چې ممکن پاکستاني لورۍ په جرگه کې دگډون څخه ډډه وکړي ،ځکه ددوي گډون به دافغانستان په اوسني کړکېچ کښي دپاکستان دمداخلوروښانه بېلگه وي . ځکه په جرکي گډون په خپل ذات کښي دلوري يا طرف مفهوم لري، په همدې دليل فکر نه کيږي چې پاکستاني چارواکي دي په جرگه کښي دگډون علاقه ولري . په هغه صورت کښي به جرگه يوطرفه اوبې مفهومه وي . ۱۱ / له بده مرغه دېرش کلن ناورين . جنگ جگړې اودقدرت پر سر زوروهنواوپه طبعي ډول مړينه افغان ولس له هغو قومې مشرانو نه کوم چې پخوا يې ورته قومې سپين ږيرۍ اومشر وايه تر ډيره برېده خلاص کړ . زه دانه وايم چې اوس سپين ږيري او مشران نشته ، شته ،خواوس په قوم کښي هغه څوک دقدروړدی او خبره يې منل کيږي چې زوراوزرولري . دارښتيا ده چې پخوا به يي هم در� �ودل ،خوبڼې يې فرق درلود ،اوس زوردټوپک او وسله والوکسانودرلودولوته وايي ،اوپخوا زور په قوم کې دنفوذ اوددولتي جگپوړو چارواکو سره په اړېکو کښي منعکس کېده . ځکه داخبره يوه اندازه تر سيوري لاندي راځې چې وويل شي په جرگه کې قومي مشران برخه اخلي . دډيورنډ دلعنتي کرښې سويلي خواته قومي جوړښت يعني په قوم کي دمشر اوکشر م� �ام ته زيات زيان ندی رسېدلئ او له بلې خوا تر اوسه هلته عنعنوي گوندونه هم تر زياتي اندازې پر قومي بنياد او اړېکوفعاليت کوي .داچي دوي به دپاکستاني دولتي چارواکو له لوري څومره صلاحيت او اعتبار ولرې ،ياڅومره په رښتياسره په افغانستان کې دامن دراوستلو پلويان وي ،بله خبره اويوڅه ترسوال لاندي م سله ده . اوس پرهغې موضوع بحث زماددې ليکني موخه نده . په يوکليمه دومره ويلاي شم چي ددوي قاطع دريزبه دافغانانوډيري سوتنزي حل کړيواي ،خو متاسفانه داسي گام تر اوسه ندۍ پورته شوی . ددې ترڅنگ په هغو سيمو کښي چې ځيني ورته نيمه خپلواکه سيمې وايي دپاکستاني استخباراتو ISI پلاس روزل شوو بنسټپالو گوندونو اوحلقو رول اوموقف ته جدي پاملرنه اړينه ده؟ دابه سياسي ساده گی وي منل شي چې پاکستاني چارواکي جرگې ته صادق اوپه افغانستان کې دسولي دتامين په منظور دجرگې دپرېکړوپلې کولوليوال دی؟ دې ټکي ته پاملرنه اړينه برېښې چې په جرگه کښي به پاکستاني لوری دخپلوطرفداروملکانو اوروحاني شخصيتونوپه گډون سره به په خپل ټول توان اوطاقت په خپله گټه دجرگې پر پرېکړو اثر وښندي . ۱۲ / تر ټولوحياتي سوال دادۍ چي په افغانستان کې دواسنيو ناکراريو،ځان وژنو ،ترور او اختناق مسؤلين اوملامت لورۍ دکرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه دی ؟ ايادهغوي په ملاتړ،خوښه اوهڅونه داټول کارونه تر سره کيږي؟ اوکه ددې ټولو ناخوالو اوتېريو ترشا دپاکستان دحکومت اودهغوي داستخباراتي � �بکولاس دۍ ؟ دعيني دلايلو اوبېلگوله مخې اوله بلې خوادمسلې تاريخي رېښې ته په کتوسره دايوڅرگند حقيقت دی چې پاکستاني واکداران دپاکستان دجوړېدو له هغه لومړۍ ورځي نه افغان ولس ته په ښه سترگه ندي کتلي ، زموږدهيواد په اوسېدونکو کښي ساده گان او کله کله اقتصادي مجبوريت اخيستی کسان پيداکوي اوزموږ په خاوره کې دجگړې او� �پرې تازه ساتي ،دافغانانو اوياپه نړئ کښي دنوروشاته پاته هيوادو دنالوستو خلکو له پاکو مذهبي احساساتو نه ناوړه استفاده کوي ،پرشايي لاس ورتېروي او ورته وايي ورځه غزاده دجنت دروازې سمدستي ستاپرمخ پرانيستل کيږی؛ او هغه ساده هم دافکر نه کوې اويايي دېته نه پرېږدې چي فکروکړی که دومره ساده سړۍ جنت ته تلاي شي ؟ نوولي پخپله همداښاغلۍ نه غواړي چې جنت ته ولاړ سي ؟په حقيقت کې خودادنيا فاني ده ،که نن وي يا سبا انسان مرې اومرگ حق دۍ ،که جنت ترلاسه کول دومره ساده کاروي دتنظيمورهبران بايد تر ټولودمخه دخپلو اولادو اوخپلوانو سره يوځاي په ځان پوري بمان وتړي اوځان مرگی بريد دهرچاپر خلاف چې يې زړه غواړي تر سره کړې ،خو حقيقت داسي ندۍ داسياسي سوداگري ده په درواغو اوداسلام له مقدس دين سره په خيانت کولودا بېگناه اومعصوم انسانان دبل اوځان وژنې ته هڅوي ،خپل نازولي نوروهيوادوته دتحصيل اوژوند کولولپاره لېږې . ۱۳ / څرگنده اوترلمر روښانه حقيقت دادۍ تر څو چې دډيورنډ دکرښي برخه ليک دپاکستان په غوښتنه او خوښه نه وي ټاکل شوی ،اوله بلې خواد افغانستان په دولتي حاکميت کې برلاسی نه وي اوهرڅه ددوي سره په مشوره نه وي تر سره شوی ،دابه دمن� �ووړنه وي چي پاکستاني چارواکي دي زموږدهيوادپه کورنيوچاروکښي دپوځې اوسياسي لاسوهنو اومداخلو نه لاس واخ� �ی .داجرگه په هرنام اونښان چي جوړېږي ددې جوگه نشی چې دغې ستونځو ته دپاي ټکی کښېږدي . ۱۴ / تاريخي ترخو تجربو ثابته کړېده چې پاکستان په هيڅ وجه په افغانستان کې حتا که دډيورنډ کرښه دسرحدي ک� �ښي پونوم و منل شي ديوغښتلی ،دولسي ملاتړ برخمن،پرمختگ پلوي حکومت سره مخالف دی ،دپاکستان ټول هانداوتلاښ ددې لپاره دی چې په بغل کښي يو ضعيف اوغريب هيوادولري کله چې ځيني دولتي چارواکي اويانور په خپلو مرکو اوويناو کښي وايي ،غښتلی اوپرمخ تللۍ افغانستان دپاکستان په گټه دئ ماته خندا راشي ،نه پوهېږم چې دوي ځان اوکه نورغولويې ؟ داترلمر روښانه ده چي هيڅ يو هيواد هم په اقتصادي ،سياسي اوټولنيزو برخو کښي تر ځان پرمختللي هيواد سره چندان علاقه نلري . ښه اوروڼه بېلگه يې دسرمايداري دوستو هيوادو تر منځ دبرخو اوگټووېشلوپه وخت کښي داختلاف راڅرگندېدل دی . دايوفلسفي اواقتصادي سوال دۍ څېړل يې موضوع پر بله خوا بيايي . بنأدعلمي اصل اوتاريخي دښمنيوپر بنياد ددي منل چې پاکستان دغښتلی اوپرمخ تللي افغانستان سره علاقه ولري لويه تيروتنه ده . ۱۵ / دافغانستان په مسله کښي اوس پر (( ۳۷ ))هيوادو س� �بېره دملگروملتو سازمان ،دامينت شورا اونور نړيوال سازمانونه راښکيل دي ، په هره اندازه چې په افغانستان کښي ژرتر ژره سوله اوامنيت ټينگېږي په هغه اندازه دپورته يادشوو سازمانونو ستونځی هوارېږي ،په همدې دليل ددغو سازمانو په ځانگړې توگه دملگروملتوسازمان او امنيت شورا چوپتيا ددي جرگې پر غوره توب او اغېزمن توب يې منفي تاثير کړۍ اوهغې ته اميدونه يي له ناهيلۍ يو و سره مخامخ کړې دي . له بلې خوا دادۍ دجنوري په څلورمه دپاکستان صدراعظم شوکت عزيز دبې بې سي په حواله دډيورنډپرکرښه داغزن ديوال دجوړېدواويا مينودښخولوپر سردافغاني لوري سره خبروته کابل ته راروان دی ،سره لدې چې داهرچاته څرگنده ده ترڅ وچې يو پښتون هم ژوندۍوي دااغزن ديوال اودمينوښخول به دپاکستاني چارواکو او استخباراتي جهنمي سازمان خوب اوخيال وي ،چي پر تر سره کېدل به يې دککرۍويني خوله ورسره کړی ، پاکستاني چارواکي په داډول ناکامه هلو ځلوتنها غواړي دخپلو بې شرمانه مداخلوددوام عمر اوږدکړی . اوردلته په افغانستان کښي بل دی اولمبې يې اوس اوس دهرافغان تر کاله رسيږي ،کېداي شي ډير ژرددولتي چارواکوتر دفتروهم ورسېږي ،لازمه ده لوم ړئ دامن جرگې دجوړېدولپاره دملگروملتوسازمان ،امنيت شورا ،امريکا او اروپايي هيوادولخواپاکستان په جرگه کښي فعال اودسولي په گټه گډون اوبرخي اخيستني ته وهڅول يامجبورشي .اوپه دوهم گام کښې دجرگې په اړوندپورته ياد شوومسلوته په دقيقي پاملرني سره هوښيارانه گامونه اوچت شي . موږ دپاکستان پر خاوره تيرۍ ندی کړئ اونه م وهلته پوځي لاس وهنه کړېده ،دادوي دی چي زموږولس پر ارامه نه پرېږدي . دازموږ حق دی دپاکستان اونړيوالو څخه په افغانستان کي دپاکستاني چارواکودهرډول اوپه هرنامه لاس وهنواومداخلومخنيوی غوښتنه وکړو. نو� �بيا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امريكا د دفاع وزير رمزفلډ له دندي ګوښه كړل شو", "output": "عبدالله پتمن/كابل د منځ مهاله ټاکنو د پايلې له اعلا ن څخه وروسته جورج بوش په خپله لومړۍ وينا کې وويل زما او رمز فيلډ ترمنځ د اوږدو خبرو اترو وروسته موږ په دې سلا شوو چې د پينټاگان د مشرۍ د بدلولو لپاره دا يو ښه وخت دى. بوش وويل چې د نوموړې پر ځاى به وروسته له دې د سي آى اې پخوانى مشر رابرټ گيټس کار کوې او دا دنده به پر مخ بيايې. رمز فيلډ په کال ۲۰۰۰ کې پر دې دنده وگمارل شو. د شنونکو په اند په افغانستان کې د امرېکا له ب� �ياليتوب سره نوموړي زيات شهرت پيدا کړ. خو په عراق کې د امريکا د ستونزو له مخ کېدو وروسته نوموړى تر نيوکو او فشارونو لاندي راغې. د ابو غريب د بند د غير انسانې رويې راپورونه چې کله رابرسېره شوه نو د رمز فيلډ د گوښه کېدو غوښتنې لاپسې زياتې شوې. خو هغه مهال بوش د نوموړې ملاتړ وکړ. په منځ مهاله ټاکنو کې دا څرگندېږې چې خلک د بوش په کړنو خوښ نه دې چې بېلگه يې د رمز فيلډ گوښه کېدنه ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "روسیه: لومړنی اسلامي مرکز پرانیستل شو", "output": "د روسیې په تاتارستان کې د قازان په دولتي پوهنتون کې د اسلامي اقتصادي نظام او اسلامي اصولو لومړنۍ څانګه پرانیستل شوه.د دغه مرکز موخه د اسلامي اصولو سره د مینه والو آشنا کول، د اسلامي بانکي او مالي سیستمو رایجول او په دې سربیره د نورو مسلمانو سازم انونو سره د قازان د پوهنتون د زدکړیالانو تړل دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دنوي لمريز ( ۱۳۸۷ ) په هكله", "output": "ثانيه د وخت واحد ده او دقيقې ترې جوړيږي او د دقيقو مجم وعه ګړۍ (ساعت) په شپه او ورځ بدله شي ،همدا ډول له هغه څخه مياشتې او له مياشتو كال را مينځ ته شي او عمر له همغه واحد نه پيل اوڅوكلنوته ښايي وغځېږي. ځكه نو ويل كېږي چې بني آدم د شپو او ورځو مجموعه ده هر ورځ چې تېريږي د هغه د بدن يوه برخه بدله او له مينځه ځې. شپه او ورځ هر نوى شي زړوي اوهر لرې نېږدې كوي،عمرونه را ټولوي. هى سبا او بيګا ! تګ راتګ دې زوړ كړم اوس چې بوډا شوم ځوا ني لرې را څخه ځينه انسان عُمراوعمرد شپو ورځو ټولګۍ يو امانت ده زه خو پوه نشوم څومره تېراوڅومره پاتې ارمانجنه ديوه امانت په توګه د وخت (عمر) ارزښت پېژندل او د خپل توان په اندازه ټاكلي دندې په سمه توګه سر ته رسول زموږ مسئوليتونه دي، ځكه نو حضرت محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ هڅوي اولار ښوونه يې كړې ده: (اللٰهم اِ ني اعوذ ُ مِن الهم والحزن و اعوذ ُبِك من ا� �عجزوالكسل... )ژباړه: اي خدايه! زه په تا سره دغمونو او سختيو په وړاندې پناه غواړم، او په تاسره پناه غواړم د بي همتي او تنبلي څخه.را ځۍ په تشو شعارونو خپل وخت ضايع نكړو او نوى كال د مسئوليتنو پېژندنې، دنيكيو تر س� �ه كولو،د خداي دمخلوق په اړه د فكر كولو، د وطنوالو د سو كالي او وطن د آبادې مبارك كال وګڼو او په دې لار كې هڅې وكړو،ددې هڅو او هاند په تر سر كولو بايد د كال په پاى كې يو بل ته مباركي ووايونه دكال په سر كې . نوى كال مو د هڅو او بي اتفاقي د وركېدو كال شه. مننه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قناعت کول د زیاتو رنځونو لپاره غوره نسخه ده", "output": "قناعت په لږ څه خوشاله كيدلو ته وائي يعني كوم څه چي د مسلمان په لاس كي وي په هغه خوشاله وي او يوي او بلي خوا ته سترګي نه غړوي دې ته قناعت وائي تير رنځونه كوم چي مونږ ورباندي وغږېدلو او یا نور اخلاقي رنځونه چي بحث به ورباندي وشي د زيات ترو اساسي محرك د � �ناعت د نسخې نشته والی دی يو څوك چي په خپل حالت قانع نه وي هغه دروغ هم وائي غيبت هم كوي په حسد هم اخته كېږي تجسس هم كوي حرص هم كوي بخيل هم وي طماع هم وي متجاوز هم وي مقصد دا چي نه قناعت د زياتو اخلاقي مفاسدو سبب ګرزي . او د زيات ترو اخلاقي � �نځونوعلاج هم همدغه قناعت دي اوبس او دا صفت د صالحو مْومنانو او د الله تعالى ددوستانو وي . يقول فضالة بن عبيد أنه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول طوبى لمن هدي الى الاسلام وكان عي� �ه كفافا وقنعه الله بما اتاه . (الترمذي) له فضاله بن عبيد رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: ډېره خوشالي ده د هغه چالپاره چي اسلام ته ئي لاره وموندله او دومره رزق ْورته ورسيدلو چي دده لپاره كافي وْو او الله تعالى په هغه څه قناعت ورکړی وي چي دده په واک کي وي . عن أبي أيوب الأنصاري قال أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل فقال عظني وأوجز قال: إذا قمت في صلاتك فصل صلاة مودع ولا تكلمن بكلام يعتذر منه غدا وأجمع اليأس مما في أيدي الناس. (سنن ابن ماجة) � �ه ابي ايوب الانصاري رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړی راغی او وئي ويل چي ماته يو كوتاه مختصر نصيحت وکړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: چي كله په لمانځه ودرېدلې نو داسي لمونځ كوه لكه دغه چي ستا اّخري لمونځ وي او هغه خبره مه كوه چي سبا ئي بياپه عذر ْوئيلو باندي مجبوره ئي او د خلګو په لاس كي چي څه دي له هغه څخه بشپړه تمه و� �كوه. عن ابي الدرداء قال قال رسول ال� �ه صلى الله عليه وسلم ما طلعت الشمس قط الا وبجنبتيها ملكان يناديان يسمعان من على الارض غير الثقلين ايها الناس هلموا الى ربكم ما قل وكفى خير مما كثر والهى. (مسند الطيالسي) له ابوالدرداء رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:هره ورځ چي كله لمر راخېژي يوه او بل څنګ ته ئي دوه فرشتي آوازكوي او له انسانانو او پيريانو څخه پرته ئي هرڅوك آوري اووائي:ګړندي شۍ د الله تعالى خواته هغه څه چي لږدي او ستاسو لپاره كافي دي ترهغه څه ډېر ښه دي چي ډېر وي خو تاسي ئي د الله تعالى اود آخرت له ياد څخه مشغول كړي ياست. وعن عبيدِ الله بنِ مِحْصَنٍ قال قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: مَنْ � �صبحَ منكم آمناً في سِربِه مُعافىً في جسدِه عندَه قوتُ يومِه فكأنما حِيزَتْ له الدنيا بحذافيرها ( الترمذي) له عبيد الله بن محصن الانصاري رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: څوك چي په خپل قوم كي په امن كي وو او هوساوْو په بدن روغ وْو د همدغه ورځي خوراك ئي درلود داسي د ئي ْوګڼي لكه ټوله دنيا چي له سرو او سپینو سره دده په ملكيت كي وي. عن هشام بن عروة عن أبيه قال قال عمر رضي الله عنه من استغنى بالله اكتفى ومن انقطع إلى غير الله يعمى ومن كان من قليل الدنيا لا يشبع لم ينفعه كثير ما يجمع فاكتف منه بالكفاف والزم نفسك بالعفاف ودع الغلول فإن حسابها غدا يطول. (الزهد الكبير) هشام بن عروه له خپل پلاره څخه روايت كوي او وائي چي عمر رضي الله تعالى عنهم اجمعين وفرمايل: چاچي په الله تعالى ځان له خلګو څخه مستغني كړ هرڅه به ْورته كافي شي او چاچي له الله تعالى څخه تعلق ْوشكولو او په مخلوق پوري ئي لاس ْونيو ړوندبه شي او كه څوك په لږه شتمني موړ نشي نو ډېره دارائي چي را يو ځاي كوي هغه به هم فائده نه ورته ورسوي نو په معمولي شي باندي قناعت او ګوذاره وكړه او له خلګو څخه مستغني اوپاكدامن ووسه او ډېر حرص او بخل پرېږده ځكه چي سبا به ئي حساب ډېر اوږد او مشكل وي . لما نزل بسلمان الموت بكى فقيل له ما يبكيك يا ابا عبد الله قال اخشى ان لانكون حفظنا وصية رسول الله صلى الله عليه وسلم انه كان يقول ليكن بلاغكم من الدنيا كزاد الراكب. (تهذيب الاثار) سلمان رضي الله تعالى عنه د وفات په وخت كي ژړل چاپوښتنه ځيني ْوكړه چي د عبد الله پلاره څه شي د ژړوي؟ ده ْوفرمايل : چي په دي ويرېږم چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې وصيت به مي عمل نه وي كړی چي هغه فرمائيلي دي: له دنيا څخه دومره څه لاس ته راوړه لكه د مسافر څوری او توشه. عن ابي عمرو الشيباني قال سأل موسى عليه السلام ربه عز وجل أي رب أي عبادك احب اليك قال اكثركم لي ذكرا قال يا رب فأي عبادك أغنى قال اقنعهم بما اعطيته قال يا رب فاي عبادك اعدل قال من دان من نفسه. (الزهد لابن السري) موسى عليه السلام له الله تعالى پوښتنه ْوكړه :اې زماپروردګاره ، تاته په خپلو بندګانو كي څوك ډېر غوره دی ؟ الله تعالى ْوفرمايل د چاچي زه ډې� �په ياد يم موسى عليه السلام بله پوښتنه ځيني ْوكړه ، اې زما پروردګاره ستا په بندګانو كي څوك ډېر بډای دی؟ الله تعالى ْوفرمايل: ځماپه ْوركړيو نعمتونوباندي زيات قناعت کونکی انسان ، موسى عليه السلام بيا پوښتنه ْوكړه اې زما پروردګاره ستا په بندګانو كي څوك ډېر عادل او د انصاف څښتن دي الله تعالى وفرمايل: څوك چي له ځان سره د خپلو اعمالو او اقوالو ح ساب نیسي . قال عمر بن عبد العزيز: الفقه الأكبرالقناعة وكف اللسان. (أدب المجالسة) عمربن عبدالعزيزرضي الله تعالى عنه فرمائي: د مسلمان � �ويه پوهنه قناعت او د ژبي له خبرو بندول دي. � �ال بعض الحكماء من اشتغل بمالا يعنيه و لم يستغن بما يكفيه فليس في الدنيا شيء يغنيه. (العزلة) پوهان وائي: څوك چي په غير م قصود شي لګيا شو او په هغه څه ئي ځان بډای ونه ګڼلو چي دده لپاره كفايت كوي نو په دنيا كي داسي څه نشته چي هغه موړ کړي. يقول إبراهيم بن أدهم قلة الحرص والطمع تورث الصدق والورع وكثرة الحرص والطمع تكثر الغم والجزع. (حلية الأولياء) ابراهيم بن ادهم (رح) چي يولوي ولي الله دي فرمائي:كله چي حرص او طمع كمه وه دا په مسلمان كي ريښتيا ويل او پرهيزګاري پيدا كوي او چي زياته وه بيا غم او پريشاني پيدا كوي. شاعروائي: لا تضرعن لمخلوق على طمع .................................... فإن ذاك مضر منك با� �دين واسترزق الله مما في خزائنه..................................... فإنما هو بين الكاف والنون ألا ترى كل من ترجو وتأمله.................................... من البرية مسكين بن مسكين د طمعي او اميد په وجه چاته عاجزي مه كوه ځكه چي دا ستا دين ته نقصان رسوي او د الله تعالى له ډکوخزانوڅخه یې وغواړه چي هغه ئي د سترګو په رپ كي دركولاي شي اّيا دا خلګ چي ته تمه ورته كوي او تل څه ځيني غواړې تاته نه دي معلوم چي په خپله هم مسكينان دي او پلرونه ئي هم مسكينان وو. بل � �اعروائي: أفادتني القناعة كل عز............................................ وهل عز أعز من القناعة فصيرها لنفسك رأس مال ....................................... وصير بعدها التقوى بضاعة قناعت زه د عزت مقام ته ْورسولم او د عزت د لاس ته راوړلو لپاره تر قناعت بله ښه ذريعه نشته همدغه قناعت خپله سرمايه ْوګرزوه اوله هغه وروسته ت� �وا د ځان لپاره توشه جوړه كړه. بل شاعر وايي: كن بما اوتيته مقتنعا ....................................... تقتني عيش القنوع المكتفي كسراج دهنه قوت له............................................... فإذا غرقته فيه طفي څه چي الله تعالى دركړي دي په هغه قناعت وكړه د خود كـفايته قانع انسان ژوند به خپل كړې او ډېره هستي اواوبادي نقصان ده لكه څراغ چي كه یې خپل تيل په ټاکلي اندازه وي ورباندي لګېږي او خلګو ته رڼا ورکوي خو كه ئي تيل زيات شي او يا یې په تيلوكي ډوب كړې سمدلاسه مري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غيرتي هېواد او لاسپوڅي شعارونه( د غلمان لیکنه)", "output": "غيرتي هېواد او لاسپوڅي شعارونه( د غلمان لیکنه) ايمان، غلمان پرون په كابل پوهنتون كې يوې د درد صحنې انعكاس كاوه، هيچا او د ملت هيڅ وګړي به له دې هيله من ځاى نه دداسې شومې صحنې هيله نه كوله، تر دې وړاندې كابل پوهنتون د هغه اسلامي پاڅ ونونو ډګر و چې نړۍ يې له لويو لويو لعنتونو نه وژغورله، د روس پر وړاندې نړيوال جهاد له همدغه مركز نه پيل شو، نړۍ د كمونېزم له لعنت نه همدغه د پوهنتون مبارزو ځوانانو وژغورله، پخوا داسې نه وه چې د پوهنتون ځوانان دې د هر چا د لاس سوټك او هرڅوك چې هر چاته يې زړه وي، پرې وهي يې دې. د افغانستان د ټول باغيرته ولس هيله او اميد دا وي چې هر ځل به افغانستان له داسې نړيوالو لعنتونو نه همدغه ځوانان ساتي، خو خبر به نه وي چې نور دا وياړلې او مبارزه سرچينه د لاسپوڅي شعارونو په منګولو كې ښكيل او تم ده، اوس دا پوهنتون د هغه كسانو له افكارو څخه اوبه څښي چې تر دې وړاندې ملت ته په هره جامه كې منفور وو، هغوى به كه نن وي يا سبا، په دې پوهنتوني ځوانانو به په هغه نوم او دغه نوم خپل شوم اهداف پلي كوي او دا ځل به نه يوازې چې د نړيوالو ښكيلاكونو مخه دا ځوانان ونه شي نيولى، بلكې دوى به يې هم د يوې فكري مستعمرې الې په توګه تر بيرغ لاندې د تيرې ورځې په شان شعارونه بدرګه كوي. تيره ورځ ځينې مغرضه كسان راپاڅېدلي وو او د احساساتو او هغه ځايونو ته د ګوتو و� �وړولو چې هيڅ بخار نه كوي، لپاره يې هغه لوحې راځوړند كړې وې چې هيڅ اړتيا يې نه وه، سړى فكر كوي چې كه دا ځل افغاني ملت او ټولنې قرباني وركوله، يوازنى علت به يې همدغه ناانډوله او شنډ افكار وي چې متاسفانه تر دې وړاندې ورته د پښې اېښودلو ځاى نه و خو د ديموكراسۍ(ډموكراسۍ) له بركته نن ورته دا ځاى پيدا شوى او غواړي رېښې دومره ځواكمنې او واكمنې كړي چې دا ځل دا تنكي ځوانان د خپلو احساساتو په لومو كې راتم او دا هيواد يو ځل پرې ټوټه ټوټه كړي. ايا د افغانانو په دې درديدلي حالت كې نن ورځ دا لومړيتوب دى چې په دې مسايلو سره وخوري؟ ايا دا لوم ړيتوب دى چې د ورځې په جنوب كې په لسګونو ميندې د خپلو بچو جنازې په اوږو باروي او موږ د دانشګاه او پوهنتون په ك� �يمو په همدې وياړلي او درديدلي ملت كې د بيلتون تارونه غځوو، موږ به همداسې خوار وو لكه چې يو چې ترڅو خپل او� �ويتونه او د سپين په جامه كې خپل تور دښمنان ونه پيژنو. له دې به تير شو چې كوم لورى حق او كوم ناحق، مهمه داده چې كه يوه خبره حق هم وي خو بايد په غلطو احساساتو او غلطو موخو نه په استفادې بايد سړى د هغه په لومه كې كينوزي، ددې شومو مفكورو خښته اول ځل په مزار كې ځينو مغرضه كړيو چې ښه بهرنۍ ملاتړ ورسره وو، په افغاني ټولنه كې كښېوده چې دادې په اړه يې پټه خوله بهتره وبلل شوه، نن يې د هيواد هرې سيمې ته خپلې ريښې وغځولې او لابه يې غځوي، هر هيواد او هره اداره قانون لري او د همغه په رڼا كې هغه ولس هر څه حل كوي، خو د ګيلې ځاى ځكه ن� �ته چې له سره اوبه خړې او د هيواد تهداب مو په بن كې كوږ كيښود، نو نن به خود هره پوچه مفكوره خپلې شنډې او سوليد� �ې هيلې له افغاني ځوانانو بشپړوي، ايا دولتي چارواكي بايد په دې اړه داسې چوپه خوله كښني لكه چې پرون په پوهنتون كې ټولو ددغه كرغيړنې صحنې ننداره كوله او هيڅوك نه و چې په دې اور اوبه وروپاشي، تابه ويل چې ټول چارواكي � �امسووليته دي. خشت اول ګر نهد معمار كج تا ثريا ميرود ديوار كج"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کې داوبويوه ستره پروژه پرانستل شوه", "output": "دخوست ولايت دتڼيوپه ولسوالۍ کې دپاکواوبويوه ستره پروژه ګټي اخستني ته چمتوشوه .داپروژه چې د تڼيوپه ولسوالۍ کې دحصارک غره څخه دپيپونوپه � �اغځولوسره بشپړه شوي پري دملي پيوستون لخو(ا٩٩٥١٤٧٩ا)فغانې لګښت شوي چې دوه لوي ذخيري لري چې ټولې (٤٦)شبکې دي اوتري به (١٥١٦)کورنې ګټه پدرته کړي دولسوال بديع زمان صبري په خبره چې دغه شبکه دامهال (٨٤٤٧٦٧)ليتره اوبه لري چې تقريباٌد(٣٦٠٠٠)متروپه اوږدولي دغه کلي ته راغځول شوي ده .اوکولي شي چې ددغه سېمي خلکوستونزي هواري کړي. همداشان په دغه ورځ دخوست ولايت دملي پيوستون پروژوپه لړکې دلکڼوپه سېمه کې ديوسربنداوهم استنادي ديول دجوړيدوپرانيسته وشوه. داداوبو سربنداواستنادي ديول چې د٧مياشتوپه موده کې جوړشوي دملي پيوستون لخواورباندي (١٤٦٨٧٢٧)افغانې لګښت شوي چې داوبوسربند(١٠٠) متره اواستنادي ديول(٣٤٠)متره اوږدوالي ل� �ي چې دداوبوسربندڅخه به دلکڼودبابرو،حاجيانو،اوديګانوکليو(٥٤٨)کورنې ګټه پورته کړي اوهم به ددوي (٢٥٠٠)ج� �يبه زراعتي ځمکه خړوبه کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنی کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د گډو عملیاتو دوام", "output": "افغان او بهرنیو ځواکونو د غزنی ولایت په اجيرستان ولسوالۍ کې د دولت ضد مليشو د له مینځه وړلو لپاره گډ عملیات پیل کړي دي .له عملیاتو څخه موخه د هغو سیمو لاندي کول دی چی ویل کيږي د دولت مخالفینو ولکه کړی دي .د غزنی والی محمد عثمان عثمانی واېې چې د عملیاتو له پيل راهسی یی گڼ شمیر اورپکي وژلي خو دقیقه شمیره ېې نه لري .په دې عملیاتو کې د ایساف هوايي ځواک هم ونډه لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کنړ او بادغيس کې مرگ ژوبله شوي", "output": "تيره شپه د کنړ ولايت او د پاکستان اوسنۍ پولې ته څيرمه په پرته يوه سرحدي سيمه کې وسله وال اخ او ډب شوی .رپوټونه واېې چې په دې وسله واله پينځه ساعته جنگ جگړه کې 5 افغان پوله ساتونکي پوليس وژل شوي او اوه نور ژوبل دي . د کنړ امنيه قوماندان هم واېې چې مخالفينو ته ېې دروند تاون رسولی او 13 تنه ېې تري وژلي چې د مخالفينو مړي د ژوندو بريدگرو له خوا دپاکستان خاوري ته اړول شوي . په ورته وخت کې په بادغيس کې هم د پوليسو په موټر ماين چاودلی او دری پوليس پکې م ړه شوي دي .په ورته وخت کې د افغانستان له جنوب څخه يو خبر همدا اوس را رسيدلی چې د امريکيانو يو گاډی په ماين ختلی خو د دې پيښي پخلی او جزيات ندي راغلي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزني: د بل تفريحي پارک د بنسټ ډبره کيښودل سوه", "output": "په غزني ولایت کې د یو نوي تف� �یحي پارک د جوړولو کار پیل سو . دغزني ښاروال وويل دغه پارک دښاروالي له پرمختيايي بودجي څخه د څه دپاسه شپږ مليونو افغانيو په لګښت دپنځه جريبه ځمکي په ساحه کي په دريو مياشتو کي جوړيږ ي. دا د غزني په ښار کي دويم تفريحي پارک دي چي دښاروالي له بودجي څخه جوړيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانستان يخنۍ ٢٠٠ کسان وژلي", "output": "د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٥ کابل : د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکټر محمد امين فاطمي وايي په تيرو ١٥ ورځو کې د يخنۍ له امله په دغۀ هيواد کې ٢٠٠ کسان وژل شوي دي . په کابل له له ورځپاڼه ليکونکو سره د خبرو پر وخت ښاغلي فاطمي زياته کړه چې د هيواد ډيرې برخې غرنۍ او ليرې پرتې دي له همدې امله مرسته هم ډيرو سيمو ته په ګرانه رسيږي . ښاغلي فاطمي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د وژل شويو کسانو ډيره برخه د ماشومانو ده . داسې ويل شوي دي چې په دې وروستيو کې نژدې هره ورځ يو ماشوم د يخنۍ له امله په افغانستان کې ځان له لاسه ورکوي . ولسمشر کرزي په يوۀ بيان کې له ويرجنو کورنيو سره خواخوږي کړې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان ولس مشر خپل پلرنى ولايت ته رسيدلى دى .", "output": "افغان ولس مشر حامد کرزى پرون شپه د اوو بجو په شاوخوا کې خپل پلرني ولايت کندهار ته په يو ناڅاپى سفر رسيدلى دى . دده سره په دغه سفر کې د پوهنې وزير هم ملګرى دى . حامد کرزى به په دغه سفر کې د کندهار، زابل ،ارزګان،نيمروز اوهلمند ولايت د دولتى چارواکو ،يو شمير قومى مشرانو او مخورو او د راتلونکى ولسى جرګې او ولايتى شوراګانو له انتخاب شويو غړو سره وګوري . دسفر موخه په دغو ولايتونو کې د امنيت او دنيشه يى توکو دکرکيلى د مخنيوى په هکله خبرې او ارزونى بلل شوى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتو په ويدا او اوستا کښي", "output": "پښتون اقا شيرزاد = کابل ادبيات د بشري ټولني د مادي او معنوي ژوند څرګندونه كوي او د هغي ژبي هنر دى چي په منثور، منظوم، شفاهي او ليكلې توګه منځته راځي چي آره ماده يې ژبه ده او ادب د ژبي په واسطه منځته راځي، كه ژبه غني وي، نو د هغې ژبي ادبيات هم غني وي. بشر پېژوندكي په دې نظر دي چي ژبه او ثقافت د يوې سكې دوه مخونه دي. ژبه د غږونو او كلمو نښه ييز سيسټم دى چي د ژبو زده كړه د سوكاله ژوند لپاره ګټور او عملي كار دى. پښتو ژبه چي د بشري ټولنو د ژبو په لړ كي يوه تاريخي ژبه ده، ځانته ځانګړى تاريخ لري. پښتو د پښتنو ژبه ده او پښتانه د اريايانو له نسل څخه يو نامتو، ننګيالى او وياړلى ملت دى چي دغه پښتان آريايان لومړى په بخدي كي او سېدل او له هغه لومړني ټاټوبي څخه دوى د هغه ځاى په نامه د (بخت، پكهت، پښت) په نوم له خپلي زړې ژبي سره له 1000 نه تر 1400 ق _ م پوري د آباسين د غاړو او د هيواد ختيځو غرونو ته لاړل، دوى خپل د بخدي، پكهت، پښت نوم د خپلي زړې او تاريخي ژبي سره يو ځاى وساته او تر اوسه هم په دغه نامه او په دغه ژبه مشهور دي. د اصلي اريايي ژبي عمر ژبپوهانو له ميلاد څخه د مخه له 2500 تر 3000 ق _ م كلونو پوري تخمين كړى دى چي ژبپوهانو پښتو ژبْ د آريايي ژبو په ويشنه او د آريايي ژبو په لويه كورنۍ كي يوه ډېره تاريخي او پراخه ژبه ګڼلې ده، لكه څنګه چي پورته يادونه وشوه د پكهت، پخت يا پښت كلمي د هغه مېړني ملت نوم و چي د آريايانو د تاريخي نسل څخه يو لوى ملت و چي د دوى لومړنى ټاټوبى دآسيا په منځ كي د پامير لوړو برخو ته نژدې سيمي د آريانه ويجه يا آريانه ورشه په نامه يادى شوي دي، د دوى په تاريخي ژبه كي دا سيمه د اصليانو ځمكه يا د پاك لمنو ټاټوبى چي د دغه نسل په زيار سره لمرخاته، لمر لوېده د اوسني بلخ(بخدي)، جنوبي او مركزي برخو كي پسې خپاره او مېشته شول. ژبه يې د پكهـتو يا د اوسنۍ پښتو په نامه ياه شوې ده، كله چي معروف (و) د ځينو قومونو د نامه په اخر كي راشي د هغه قوم د ژبي مانا لري لكه چي پښتانه د هنديانو ژبه (هندكو) بولي او كه لږ څه سپك ادا شي نو (انكو) هم ورته وايي، البته دا يوه استثنايي قاعده ده. دغه ډول د ديګانو او پاړسو كلمي هم د پښتو د اوسني نوم د جوړښتن سره سمون لري چي پښتو د پښت د ټبر يوه تاريخي پراخه ژبه ده چي ننني پښتانه ورباندي د غږېدو وياړ لري. برسېره پر دې چي پښتو د دغه تاريخي ننګيالي او پتمن ملت تاريخي ژبه ده د دغي كلمې كلتوري او ثقافتي جاج هم د ننګ، غيرت او مېړاني، مېلمه پالني، وفادارۍ، وطندوستۍ، زياركښۍ او مهربانۍ په مانا هم راغلى دى. كه چيري په ټولنه كي سياسي او اقتصادي ژوند په عادلانه بنسټ ولاړ وي، نو په باوري توګه يې ادبيات پرمختګ او سمه وده كوي. شاعران او ليكوالان د هغو په سيوري كي خپل اثار ليكي، له بلي خوا هر كله چي په كومه ټولنه كي بې عدالتي روانه وي نو عموماً يې ادبيات هم همغسي ظالمانه وي او كه عادلانه روحيه غښتلې وي، نو ادبيات يې هم عادلانه رنګه پيدا كوي. شاعر او ليكوال يې انساني ژوند زده كوي او خپل ادب د خلكو په ژوند كي پلى كوي. شاعر او ليكوال د ټولنيزو اروايي پېښو او پديدو څخه متاثره كېږي او پخپل موثر بيان كي د موجوده ژوند هنري تصويرونه منځته راوړي. شاعر او ليكوال د خپلي ټولني ټولنيز عادي ژوند سره سم حركت كوي، شاعر او ليكوال پخپله هنري ادبي وسله انسانان د رښتيانۍ مبارزې په لور په رښتيانۍ توګه هڅوي، يعني دا چي شاعر او ليكوال د بشري ټولني لارښوونكى دى. دوى زموږ سره په ټولنه كي د ژوند تر اخري سلګۍ پوري په هره خوښي، غم، بري او ماتي كي برابر رول لري او هر اړخيزي مرستي كوي، تر څو چي موږ خپل ځان خپل هيواد، تېر او راتلونكي يادګارونه هېر نكړو. دا يو څرګند حقيقت دى چي زموږ د هيواد لرغونى نم آريانا او خلك يې آريايان نومېدل، د آريايانو ځمكه يا د اصيلو، نجيبانو او پاك لمنو خلكو هيواد په نامه چي تقريباً څلور زره كاله پخوا يې د مېلاد څخه ژوند كاوه د تاريخ په زرينو پاڼو كي په په سترو وياړونو ياد شوى دى، آريايان هم لكه د نن په څېر د قبيلو څخه تشكيل شوي وو ګړدودونه، فرهنګ او كلتور يې درلود او لا تر اوسه پوري يې لري. د آريايانو د استوګني په اړه دمورخينو سره د اند يووالى نشته، ځكه چي ځيني وايي چي د توري بحيرې د شمالي غاړي اوسېدونكي دي، بله ډله يې د ختيځ او شمالي غاړي(آريايانو اصلي مركز بولي) ځيني وايي د آريايانو اصلي ټاټوبى د پامير لوړي څوكي او د امو د سين سرچينې دي، د اوستا د متن څخه معلومېږي(چي پر دوى د نفوس د زياتوالي په وجه خپله ځمكه يا سيمه تنګه شوې) او هجرت يې كړى د هندوستان او ايران خواته تللي دي. خو زياتره پوهان او ليكوالان په دې باوري دي چي د آريايانو اصلي ټاټوبى د آسيا په منځ كي د پامير لوړي سطحي ته نږدې و چي د مختلفو اقوامو د رواياتو او د آريايانو د هجرت له لاري هم دغه سيمي ياديږي. پرس سايكسي نومى پوه ليكي چي: دا ځاى د امو او (ايزو كلاس) په منځ كي پروت و چي دغه ځاى پامير او بدخشان ته نژدې دى. دې لرغوني هيواد او ټاټوبي ته دوى په خپله لوغونې ژبه (آريانه ويجه يا ويجو) ويله. په اوستا كي چي شپاړس آريايي هيوادونه يادوي (آريانه ويجه) نوم يې م ياد كړى دى، په دې ډول په ښكاره ويلى شو چي آريايانو د لوېديځي خوا په مهاجرت پيل كړى او په بخدي (اوسني بلخ) يا باختر كي يې استوګنه غوره كړې چي موږ يې د آرياينه ويجه څخه وروسته د لرغوني تمدن زانګو بللى شو. د آريايانو په اړوند چي كوم ليكلي اسناد لاس ته راغلي، هغه د ويدي كتاب او بل د اوستا كتاب. د ويدي كتاب چي (ويد) يا (ويدا) نومېږي، هغه ټول آريايي څرګند سرودونه دي چي موږ ته لاس راغلي څلور برخي لري لكه ريګويدا، اترويد، سماويد او يجور ويد چي په اصل كي د هغه وخت مذهبي تخيلات دي چي د ښكلي اهنګ لرونكو او موزونو الفاظو په قالب كي يې د شعر بڼه او شكل موندلى دى چي زياتره يې شفاهي بڼه لري او زياتره يې د باختر په آريايي برخو پوري اړه لري. (كه چيري نورو خلكو ته د شفاهي ادبياتو په دوره او موضوع باندي پوهېدل څو قدر سوزمن او مشكل وي؟خو موږ افغانانو ته هيڅ مشكل نه لري، ځكه چي د پښتو ژبي داسي اوږده دوره تېره كې چي ځانته تاريخ لري او د دې ژبي د شفاهي ادبياتو دوره ډېره اوږده ده.) څنګه چي پښتو ژبه د آريايي باختري ژبو يوه څانګه ده، نو د شفاهي ادبياتو يوه اوږده دوره يې هم تېره كړې ده (شفاهي ادبيات د ژبي زمزمه او د زړه اواز دى، چي په ژبه ويل كېږي. دا ادبيات په يوهژبه او يا ډېرو نورو ژبو كي تكرار شويدي. چي د غوږونو د لاري يې په حافظو كي ځاى نيولى دى.د داسي ادبياتو ځاى ته حافظه، ژبه او غوږونه دى. شفاهي ادبيات د تحريري ادبياتو په نسبت ډېر طبيعي او ولسي رنګ لري، څرنګه چي موږ يې څېړنه كوو. همدا شان د دې دوري سرودونه اومنرومې هم بې تكليفه منځته راغلي اوپيدا شوي دي. كوم شى چي په سترګو ليدل كېږي، انساني دماغ يې احساسوي له ژبي څخه راوزي او په ژبه ويل كېږي، نو دا چي ټول خلګ ژبه لري نو په هدې اساس د دنيا ټول خلګ شفاهي ادبيات لري. دا هم ويلى شو چي د رسم الخط څخه مخكي او وروسته د هر قوم سره شفاهي ادبيات موجود وو. آريايان څلور زره كاله مخكي له ميلاده د باختر ځمكو او د هندوكش لمنو كي مېشت وو. اوس له ډېره وخته دوى دلته ډېر شول. لوېديځ او ختيځ لوري ته يې هجرتونه وكړل، د شرق خوا ته تر آباسين تېر شول او په شمالي هندوستان كي يې خپل مدنيت خپور او جوړ كړ او هلته دوى په هغه ژبه چي له اصلي آريايي ژبي څخه جوړه شوې وه، يو كتاب وليكه چي ويدا نومېږي، اوس يې هم څلور برخي موجودي دي. ريګويدا، سامويدا، يجورويدا، اتهرويدا. د آريايان چي د ويدا سندري يې ويلي له افغانستان څخه هلته تللي وو، نو په ويدا كي د افغانستان ځايو، خلكو، قبيلو، غرونو او دريابونو نومونه راغلي دي چي د دې مطالعه د پښتو ژبي په ادبئ تاريخ كي ډېر اهميت لري. دويمه ډله هغه آريايان دي چي د افغانستان غربي خواته تر استانبول پوري يې خپل مدنيت جوړ كړ چي له دوى څخه په دوو ژبو ځيني ليكني پاتي دي. يو د اوستا كتاب دى چي زردشت له بلخ څخه نشر كړ او په ټول ايران كي ومنل شو. په دې كتاب كي هم لكه د ويدا په شان د افغانستان د ډېرو ځايونو نومونه او د واكمنانو او خلكو نومونه راغلي او ډېر كلمات يې د پښتو ژبي سره نږدې دي چي البته د دې كتاب په مطالعه سره د پښتو ژبي په ادبي تاريخ كي ځيني نوي اغيزې څرګندېداى شي. دويمه ژبه پاړسو ده چي پخوانيو آريايانو د افغانستان په غربي برخه كي وله چي ځيني ليكني يې په ځينو ډبرو باندي موندل شوي او مطالعه يې د پښتو د ادبي تاريخ لپاره ګټوره ده، د افغانستان په شمال كي (سغدي) او خوارزمي داسي ژبي شته چي پښتو ژبي ته ډېري نږدي او سره ورته كلمات لري. لازمه ده چي د آريايي لرغوني ژبي ځيني كلمات چي لا تر اوسه په پښتو كي موجود دي د نمونې په ډول تر نظر تېر كړو. هغه ژبه چي تر آريايي هجرت د مخه ويل كېده، د آريايي قومونو ژبه يوه وه چي اريك نومېده، وروسته په نورو ژبو تبديله شوه،پوهان وايي چي د 2400 ق _ م په شاوخوا كي دغي ژبي بدلون بيا موند. خو د 1400ق _م كال د ځينو آريايي كلماتو له څېړني څخه داسي بريښي چي په پښتو كي تر اوسه پوري هم هغه پخوانۍ آريايي سوچه كلمي شته لكه د آرياكلمې مانا اوسني مورخين اصيل _ نجيب او زارع بولي. ډاكټر جيګ المانى محقق وايي چي د آريا كلمه له (ار) څخه نيول شوې ده چيپ ه سانسكرېت كي د اصيل او بنياد په مانا وه. يو عالم د مكس مولر په نامه وايي (ار) د كرني مانا لري، نو له دې سببه (ارين) د كرونكي او بزګر په مانا و چي دا دواړه ماناوي اوس هم په پښتو ژبه كي شته او ځينو شاعرانو او ليكوالانو پخپلو شعرونو كي راوړې ده، لكه ملا الف هوتك چي وايي: دى له اړه و ښاغلى څه كه و په وير نتلى يا زموږ بل شاعر وايي: شېخ مټي چي خليلي و دى له اره لوى ولي و او هم د كندهار د پښتنو په سيمو كي رواج لري لكه (اره لوري پر غاړه) چي په دې ځاى كي د كرني مانا وركوي او دا ښكاره ده چي آريايانو د كرني سره مينه درلوده او كرنه د هر شريف او نجيب سړي كار و. هغه وخت چي آريايي قبيلو له خپل اصل ځاى څخه باختر خواته هجرت نه و كړى، دوى خپل لرغونى ځاى (آريانه ويجه) باله چي مانا يې د آريايانو ځمكه ده او دا كلمه اوس هم د پښتنو په ځينو سيمو كي داسي استعماليږي لكه بريالى خپل تربور د خداى پر ويجه هم نه پرېږدي، چي له دې جمله كې ويجه يا ويجو د ځمكي مانا وركوي. يو بل ژوندى مثال يې دا چي پخوانيو آريايانو كورنۍ او خاندان ته (كولا) وايه چي دا كلمه اوس هم په پښتو ژبه كي د كاله او كهول په بڼه مستعلمه ده، عام او خاص خلك يې په ژبه وايي او مانا يې كورنۍ ده. بل ژوندى مثال يې د (ستان) كلمه د ه چي په سانسكريت كي د ځاى او هيواد مانا لري چي په پښتو ژبه كي اوس هم ژوندۍ ده او ښكارندوى غوري پخپل شعر كي په همدې مفهوم راوړې ده: د الله د دين شهاب د نړۍ لمر دى تورستان يې كړ رڼا په جهادونه د بغلان په كتيبه كي هم ځيني كلمات ليدل شوي چي اوس هم په پښتو ژبه كي كټ مگټ يا په لږ تغير سره استعمالېږي لكه د (بګ) كلمه چي په اوستا او زړه پارسي كي د (پګه) په سانسكريت كي د (بهاګه) په شكل راغلى دى چي مانا يې غټ او لوى دى. اوس د پښتو ژبي په محاوره كي هم د لوى او غټ په مانا استعمالېږي لكه د كندهار پښتانه چي وايي: احمد خان بګ سړى دى. يعني احمد خان جسماً غټ سړى دى او همدغه كلمه د پښتو ژبي ستر شاعر شمس الدين كاكړ (1250هـ ق) داسي استعمال كړې ده: هسي شوم طالع زما دى باطن ووړ په ظاهر بګ په همدې ترتيب سلګوني كلمې شته چي په ويدا او اوستا كي راغلي او د پښتنو آريايي توب ترې څرګندېداى شي. لكه د ريګويدا په كتاب د 1400ق _ م په شاوخوا كي د پكهت قبيله راغلې ده چي مورخينو او شرق پېژندونكو د پښت او پښتون د كلمو سره اړوندتوب وركړى دى، همدارنګه په 400ق _ م كي يوناني مورخ هيرودت د پكتين كلمه د پښتون لپاره استعمال كړې ده او بطليموس جغرافيه پوه د پكتويس كلمه د پښتون لپاره استعمال كړې ده چي دا ټول د پښتون ملت پخواني نومونه دي د ښکلا څخه په مننه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د حقاني ډله: برمته امریکايی سرتیری روغ رمټ اسیر دی", "output": "میرویس جلالزی د جلال ا� �دین حقاني په مشرۍ د افغان دولت یوې مخالفې وسله والې ډلي ادعا کړي چې د پکتیکا ولایت له یوسف خیلو ولسوالۍ څخه تښتول شوی امریکايی سرتیری د دوي په ولکه کې دی او دمګړۍ په یوه خوندي ځای کې ساتل کیږي.دغه امریکایی د تیرې اونۍ په ورستیو کې کله چې له خپلې مورچې څخه بې له مخکنۍ اطلاع ښکته شوی وو د وسله والو کسانو له خوا وتښتول � �و.د بهرام په نامه یو کس چې په پکتیکا کې ځان د حقاني ډلي قوماندان بولي وایې چ یرغمل سرتیری تر اوسه له دوي سره دی او دا یې و نه ویل چې د هغه برخلیک به څه وي.په پکتیکا کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ هم منلي چې د دوي یو سرتیری تری تم شوی دی.امریکايي ځواکونو تر اوسه نه دي ویلي چې د دغه سرتیري د خلاصون لپاره به دوي کومه لاره غوره کړي. د امریکې د پولیو قواوو سرتیري چې په پکتیکا کې د خپل تري تم شوي ملګري د خلاصون لپاره عم� �یات کوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار په ښار کې دوه ورځنې سيمينار پېل شو", "output": "٢٧ د وری ١٣٨٤"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افضل خانه لالا باندې په قاتلانه حملې خواښينی", "output": "د پښتنو په يو قامی مشر او د لر او بر پښتنو د يو ځاے کېدو (پښتون ملی وحدت ) د نظريې داعی افضل خان لالا باندې قاتلانه حمله يوه ډېره د خواښنۍ او اندېښنې او فکر خبره ده.او له دې حملې نه دا خبره نوره هم په ډاګه کيږی چې نن سبا چې په پاسه او کوزه پښتونخوا کښې په مختلفو نومونو او مختلفو بانو د پښتنو کوم قتل عام روان دے دا د پښتنو په خلاف يو منظم سازش او دسيسه ده او د يو کوټلی پروګرام د لاندې په لر او بر کښې دا دهشت ګردانه اقدامات تر سره کيږی او دغو دهشت ګردو او اورپکو ته په کامله توګه د ځينو استکباری قوتونو ملاتړ حاصل دے چې نه غواړی د لر او بر پښتانۀ يو شی او له پښتنو نه يو خپلواکه او ازاد قوت جوړ شی. همدا وجه ده چې نن يې د دغې نظريې په يو ستر مشر باندې هم قاتلانه حمله وکړه. نو له دې امله اوس وخت رارسېدلے دے چې پښتانۀ که په لر کښې دی او که په بر کښې دی په خپلو کښې سره د وحدت، يووالی او ورورولۍ لاسونه ورکړی يو موټے شی او خپل دغه دښمنان که هغه د يو استکباری قوت په شکل کښې دی د يو حکومت او ځواک په شکل کې دی او که د يو مذهب په څادر کښې پټ دی وپېژنی. او په يو اتحاد سره د دغه دښمن په وړاندې مقاومت وکړی.له پاک ربه دعا غواړم چې افضل خان لالا او نورو زخميانو ته کامله شفاء او ژوند ورکړی او په دغه پېښه کښې وژل شوی بې ګناه کسان وبخښی. انور شاهين خانخېلپېښور ( کوزه پښتونخوا)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دقضایي سیستم جوړونې په اړه غونډه جوړه شوه.", "output": "دغه دوه ورځنۍ غونډه نن دکابل سیرینا په هوټل پیل او تر سبا پورې به دوام ولري پدغه غونډه دافغانستان دقضایي سیستم په اړه خبرې وشوې دعدلیې وزیر سرور دانش وویل چې قضایي سیستم خورا خراب دی او نړیواله ټولنه دې ورته پاملرنه وکړي. دغه غونډه به سبا ته هم وي او په پای کې خبري ناسته هم ولري او دغونډې دبحثونو په اړه به چارواکي له خبریالانو سره وغږیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قرآن ته په لیمو", "output": "راځئ پروردگارته مولا اوس هم په سلگوشوساقی مئ خانه پ� �یږده چی محراب کی په سجدوشو دسرو وینو وبال زاهده نن پرغاړه واخلهپیاله دسفاح راوړه چی دوینوپه نیشو شو هیلئ ؤوبوکی پریږدئ چی دژوندهیلی پوره کړیښکارچی ټوپک راتاو کړه چی رقیب ته په خزوشو نوربس ده ذکر پریږده ای زاهده که تقوا کړییوشرنگ تسبو ته ورکړه چی نور خلاص له جیل خانوشو ددین اوعصری ستورو څرک بریښناموسره یوکړئخادم چی پاک قرآن اوگران هیوادته په لیمو� �و دیووچمن گلان دی رنگارنگ فضاعطرینهدبل په اشارو(فیاض)ستې په سرولمبوشو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چاودنې ۹۵ تنو ته مرګه ژوبله واړوله", "output": "د كندهار ښار په شپږمه ناحيه كې د يوې موټربم چاودنې له امله ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د كندهار پوليسو يو تن چارواكي بېنوا ته د ټيليفون پرليكه وويل، چې د چاودنې له امله۳۵ تنه ملكي كسان وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان دي. دغه چاودنه په يوه مزدا موټر كې د لېږدېدونكو چاودېدونكو توكو د چاودېدو له امله شوې ده. د كندهار اجرايه رييس حاجي محمد انس بېنوا ته وويل، چې چاودنه جوماتونو ته د خلكو د تګ پرمهال شوې ده. دده په وينا، ورانكارو چاودېدونكي توكي په مزدا كې د ښار كومې بلې سيمې ته لېږدول، خو همدلته پر لار ترې چاودېدلي دي. په سيمه كې شته عيني شاهدانو بېنوا ته وويل، چې د چاودنې له امله تر ۲۰۰۰ مترو پورې د كورونو او دوكانونو ښيښې ماتې شوې دي. د كندهار د ميرويس روغتون يو تن ډاكټر ، چې له نومښودنې يې ډډه كوله، بېنوا ته وويل، چې دوى ته ګڼ مړي او ټپيان ور وړل شوي، خو لا د مړو او ټپيانو شمېر نشي ښوولاى. د یادولو وړ ده چي ددې چاودني دغږ ، ورانۍ ، او لړزې ساری په تیرو ۱۰ کالو کي په کندهار کي نه ولیدل شوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "داودس طريقه", "output": "دالله تعالي دعبادت لپاره پاكوالى لازم دي پاكوالي په دوه ډوله دى يو دلوي بي اودسۍ (جنابت) څخه دوهم دوړي بي اودسۍ څخه كه څوك جنوب نه وي په ده دلمانځه لپاره اودس لازم دى رازۍ اول زان داودس په فرايضو اوسنتو زان پوه كړو داودس فرايض : الله تعالي په قراّن كريم كي فرمايي: يَااَيهَاالذِينَ امَنُوٌا اذَاقُمٌتُمٌ اِلَي الصلوهِ فَاغٌسِلُواوجوهكمٌ واَيٌديكمٌ الَي المرافقِ وامسحوا بروْسكم وارجلكم الَي الكعبين ژباړه : اى موْمنانو كله چي تاسي دلمانځه لپاره پورته شۍ نوخپل مخونه ووينځۍ اولاسونه ووينځۍ ترڅنګلوپوري اوپه سر مسح وكړۍ اوپښي تر ګيټكوپوري (پريمينځۍ ) پورته ايات كريمه كي الله تعالي داودس څلور فرايض بيان كړل: ١: مخ پريمنځل دمخ اندازه دسر ويشكتانو شنه كيدو (تندي (نه تر لاندي زني پوري ٢ : لاسونه ترڅنګلوپوري څنګلي په وينځلوكي شاملي دي ٣ : دسرمسح دڅلورمي برخي سر مسح يو كرته فرض ده ٤ : دپښو وينځل ګيتكو پوري ګيټكۍ په وينځلوكي شاملي دي داوداسه سنت : ١:داودس په پيل كي بسم الله الرحمن الرحيم ويل ٢: مړوندونو پوري لاسونه پريمنځل ٣: خوله كي اوبه اچول اوغړغړه كول ٤: مسواك وهل (دمسواك فضائيل به لاندي ذكر شي ) ٥: پوزه كي اوبه اچول ترڅو پوزه ترخه شي ٦: دټول سر مسح كول ٧: هر اندام دري دري كرته وينځل ٨: دغوږونو مسح كول ٩: دلاس پښو اوږيري خلالول ١٠: پرله پسي اودس كول (ديو اندام وچيدو نه مخكي بل اندام وينځل ) دمسواك فائدى اوفضايل : ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي كوم لمونځ چي دمسواك كولوسره وشي دبغير مسواكه څخه يي اويا درجي اجر زيات دى ( بيهقي شعب الايمان) حضرت ام الموْمنين حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمائيلي مسواك دخولي دپاكوالي اودالله درضاسبب دى (نسائي ) داخوداحاديثو مباركو په رڼاكي دمسواك فائدې وي دمسواك طبي فائدي هم دچا نه پټي ندي مسواك كولوسره دانسان غاښونه پاك وي دخولي بدبوي نه وي همدغه رازغاښونه ورسره مظبوط وي موجوده ساينس پوهان وايي كوم كس چي مسواك استعمالوي دډيرومرضونو څخه به محفوظ وي مسئله : دغاښونو برش غاښونه پاكوي خو سنت پري نه ادا كيږي دسنت ادا كيدو لپاره دلرګي مسواك ضروي دى داوداسه دعا ګاني : داودس په پيل كي بسم الله نه روسته اللهم اغفرلي ذنبي ووسع لي في داري وبارك لي في رزقي ) ويل داودس په پاي كي به دا دعا وايي : اشهد ان لااله الاالله وحده لاشريك له واشهد ان محمدًا عبده ورسوله اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نظم", "output": "بي نياز څه خبر له نازه چه ناز څه وي ستا د شونډو بلا واخلم ناز پر ما کړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کمپیوټر کې د پخپل سر راخلاصیدونکو کړکیو مخنیوی", "output": "ډیر ملګري له دې ستونزې سرټکوې چې کله هم انټر نیټ کا روم نو ځینې کړکۍ بغیر زما له غوښتنې وازیږي.ډیر ځله خو داسې غیراخلاقي کړکۍ راوازیږي چې د انسان � �خصیت تر پوښتنې لاندې راولې. په هر حال څنګه کولاې شو دداسې کړکیو له وازیدو څخه مخنیوی وکړو. ۱- د خپلDesktop پر مخ دInternet Explorer په Icon با ندې غبرګ کلیکونه وکړۍ تر څو یوه انټرنیټ پا ڼه را وازه شي. ۲- اوس نو په نوموړې وازه شوې کړکۍ کې د Tools له مینو څخه Internet Options…غوره او کلیک پر وکړۍ. نو دا لاندې کړکۍ به درته وازه شي. ۳- په پورتنۍ کړکۍ کې د Privacy په برخه کلیک وکړۍ. اوس نو د دغې کړکۍ په لاندېنۍ برخه کې د Pop-up Blocker تر برخې لاندې چې په شنه آسما نې رنګ ښودل شوی دی په لاندیني غوراوي(Option) باندې کلیک وکړۍ. ۴- د Block pop-ups غوراوی(Option) غوره او کلیک پر وکړۍ اوس با ید نوموړی غوراوی د Tick(√) په علامه نښه شوی وي. لکه په پورتنۍ کړکۍ کې دا کار شوی. ۵- اوس د Apply او بیا د Ok پر تڼیو کلیک وکړی نو کړکۍ به بنده شي نور به تا سو ته په خپل سر کړکۍ ګا نې نه راوزیږي. په سپیڅلې کلیواله مینه ډاکټر ثواب الدین مخکښ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ترهګر", "output": "(لنډه كيسه) چې څنګه چورلکو په کلي وزرونه راټيټ کړل، له زړو برجونو کوترې داسې په هوا شوې لکه هغوى چې د سولې له منځه وړلو پسې راغلې وي . شېبه په شېبه لړزونکو غږونو کلى خوځاوه ، الوتکې به لکه وږي بازان په کلي غوټه شوې ، شېبه وروسته به خړ کورونه اوشينکي باغونه لمبو په غيږ کې پټ کړل او څو ستړې ارواګانې به هواته پورته شوې . لږ وروسته چورلکې پناه شوې ، خلک په منډو وو ، يو شور جوړ وو ، تر ديوالونو لاندې بدنونه ښکاريدل لا به ترې خاورې لرې شوې نه وې چې زګيروي به غلي شول . موږ يو ماشوم چې وچه ډوډۍ يې هماغه شان په وړومنګلو کې ټينګه نيولې وه ، له لوټو راوويست لا مو ورته زنه تړلې نه وه ، چې دوه ځوانان په منډه انګړ ته راننوتل : په يوه خوله يې غږ کړ : هغوى ټول نه شته ... يو بل ته مو وکت� �ې، يوه وويل: دوى لکه چې د ګلاب کورنۍ ښيي . د ګلاب کره له څو کالونو ځنډ ه وروسته زوى شوى و، د کلي خلک ورته غونډ شوي وو، په منډه يې بې وره انګړ ته چې له خونو يې شنه لوګي پورته کېدل ور غلو . ټولې خونې ړنګې وې،تا به وې چا هديره سپړلې ، ځاى - ځاى هډونه پراته وو ، تر ونې لاندې له غورځېدلې زانګو لوګي پورته کېدل يو تور شى په کې پروت و . تر ماښامه مو لوټې واړولې را واړولې خو مکمل جسدونه مو پيدا نه کړل ، د ښځو او نرو د غوښو توپير نه کېده . د کلي ملا صيب وويل : د ا شهيدان دي ، کفن او غسل ته ضرورت نه لري ، ټول يوځاى راټول او ښخ يې کړئ . سهار وختي ټول همدې انګړ ته له قران شريفونو سره راټول شوو ، چې ختم نه خلاص شو يوه سپين ږيري غږ کړ : په دې کاپرو اتبار نشته ، راډو چالانه کړى بيا خوبه بمبار نه کوي . له څو لنډو خبرونو وروسته يوه خبر کې زموږ دکلي نوم واخيستل شو، ټول راډيو ته رانږدې شوو . خبريال له يوه چاسره په همدې اړه خبرې کو� �ې،که څه هم موږ د هغه په خبرو نه پوهېدو ، خو د هغه لنډې لنډې خبرې ترجمه کېدې . هغه وويل: په دې کور کې يوه ډله ت� �هګر د جګړې د پلان لپاره راټول شوي وو، زموږ استخباراتي سرچينو کشف کړل او مخکې له دې چې بريد وکړي الوتکو تباه کړل . موږ کله يو بل او کله سوزېدلې ځانګو ته کتلې او راډيو هماغه شان چالانه وه . محمد نعمان دوست"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزلقمرزمان خټک ستا محبت ته مې سلام جانانهکړم به ژوندون زه ستا په نام جانانهزه خو په تا باندي له سره تیر یم د بي وفا مه کړه الزام جانانه ستا د ریښتوني محبت په خاط� �ډیر دې کومه احترام جانانه د محبت لمن به پرې نه ږدمهکه شم هر څومره پرې بدنام جانانهدا زه قمر د پکې ګیر کړم څنګه څه په چل ول دې کیښود دام جانانه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل : ډیجیستون موسسه یو کراردادي ته اړتیا لري", "output": "دنده: د خرڅلاو او بازر موندې مدی� �اداره: ډیجیستون موسسه ځای: کابل د کار موده: ۱۲ میاشتي او د غزولو امکان یی شته د پوستونو شمیر : یو جنس: ښځینه او نارینه معاش: ستاسو په پوهي او مسلکي توب پوري اړه لريد اعلان د پیل نيټه د جون نونسمه د علان د پای ته رسیدو نيټه د جولای ۱۵مه خپلي سوانح په دې پته را واستوي Address: House No. 10, Street No. 1, Kart-e- Char, Near Rabia Balkhi High School, Kabul, AfghanistanEmail: hr.digistan@googlemail.com; hassibullah.arian@digistan.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خاک افغان پر ولسوالى د توغنديو بريد شوى دى .", "output": "وړمه شپه د زابل ولايت د خاک افغان پر ولسوالى د توغنديو بريد شوى دى چې په کې دوه تنه ملکى وګړي مړه او څلور تنه ټپيان شوى دى . په ټپيانو کې دوه تنه دولتي سرتيرى هم شامل دى . طالب اورپکو ددغه بريد پړه په غاړه اخيستى ده او يو طالب وياند ويلي دى چې په دغه بريد کى يې ددولت پنځه تنه وژلي دي . د زابل ولايت يو چارواکي ويلى دي ، چې په سيمه کې يې تصفيوى عمليات پيل کړى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل پريس مسوول میر هزار راخوشی سو، خو!", "output": "۸ جولای ۲۰۰۷ ملي امنيت د کابل پريس انټرنټ پاڼي مسول مدیر کامران میر هزار وروسته تر ۵ ورځو نن مازدیګر راخوشي كړ.میر هزار وروسته د پښتنو ګرویږنو څخه د ملي امنیت د ادارې لخوا خوشی سو او دوسیه یې د رسنیو د قانون څخه د سرغړوني کمیسیون ته د څیړني لپاره ولیږل سوه.ښاغلي میر هزار په یوه مرکه کي چي د خوشي کیدو وروسته یې وکړه د ملي امنیت د ادا� �ې زندان د ګوانتانامو سره پرتله کړ. او د نه خوړلو په اعتصاب یې لاس پوري کړی وو.د میر هزار د راخلاصیدو � �پاره د ځینو ستمي حلقو لخوا د ده د خلاصون په نامه کمیټه جوړه سوې وه چي بالاخره یې دى را خلاص کړ.پداسي ح ال کي چي د هیواد یو منلی او ملي ژورنالیست ښاغلى آصف ننګ لا د ملي امنیت په جیل کي شپې ورځي سبا کوي. تر اوسه پوري نه چا کومه د دفاع او یا د راخلاصېدو کمیټه جوړه کړه او نه چارواکي د هغه په هکله رسنيو ته څه وایي.تاسي وګورئ د دوو ژورنالیستانو دوه راز فیصلې؟؟؟؟هیله مند یو چي ښاغلی محمد آصف ننګ هم ژر راخلاص سي. میز هزار د تیری چهار شنبې په سهار د دارالامان له سیمي څخه د ملي امنیت د ۷۴ ادارې د استخباراتو کارکونکو له ځان سره نامعلوم لوري ته وړی وو. کامران میر هزار چي د میدان وردگو د ولایت اوسیدونکی دی او په قوم هم په هزاره گانو پوري تړلی دئ د خپل عمر زیاته موده یې په ایران کي تېره کړې ده، اوس - اوس د سلام وطندار په راډیو کي کار کوي او همدا راز د کابل پريس د انټرنټ پاڼي مسولیت هم پر غاړه لري.نوموړي د خپل خلاصون په اړه رسنيو ته وويل چي دى د ځينو خارجي او داخلي دوستانو په مرسته او پرله پسې غوښتنو راخوشي سو، خو دا چي له خارجي دوستانو يې مراد څوك و؟ په اړه يې نور څه ونه ويل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "نور له ژونده ستړى يم سم دم لكه مړى يم بيا د چا قاتل نظ� �خپل ځان سره وړى يم داسې آواره نه وم مينې داسې كړى يم دې د نفرت خاوره كې يو د مينې زړى يم ته چې نه يې هيڅ نه يم ستا په سر پياوړى يم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پيپلزګوند د صدرات څوکۍ ته کوم کس ندی ځانګړی کړی", "output": "د پاکستان د خلکو ګوند استازو نن خبري آژانسونو ته ویلي چې د اوس لپاره دوي د ګوند داسي کوم غړی ندی ځانګړی کړی چې که چیرته د خلکو ګوند ټاکني وګټی نو هغه به د صدراعظمۍ په څوکۍ و ګمارل شي.د پاکستان د خلکو د ګوند ویاند فرهت الله بابر وویل :( دا مخکې له وخته ده چې د صدراعظمۍ څوکۍ ته لا بریالي توب دمخه کوم خاص کس په ګوتو شي).د پاکستان د پیپلز ګوند وژل شوي مشري بینظیربوټو د خپل ژوند پر مهال خپل میړه آصف علي زرداري له خپل مرګ څخه وروسته د ګوند د مشر په توګه نومولی وو.آصف علي زرداری ۱۱ کاله د ادارې فساد او رشوت خورۍ په جرم په بند کې هم تیري کړي او � �اضیان لا اوس هم د هغه دوسیه نا تمامه بولي.ټاکل شوي چې د پاکستان پارلماني ټاکني د فبرورۍ په اتلسمه نیټه تر سره شي.د فرانس پرس آژانس نن خبر ورکړ چې د انګلستان د سکاتلندیا د پولیسو څانګه به د بینظیربوټو د مړیني په اړه خپل لومړۍ څیړنیز رپوټ تر دوو ونیو د پاکستان حکومت ته وړاندي کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کې په لومړي ځل د چنار په نوم ادبي میله جوړیږي", "output": "خوست کې ګ� �مي ده ماته کيږده چينارونهپه خوست کې په لومړي ځل د چنار ادبي ميلې کلنۍ مشاعره جوړيږي. تير تاريخ ته به نه ځو، دنارنج ګل له ميلې (کلنۍ مشاعرې) به يي راواخلو. څه نا څه پنځوس کاله وړاندې د تل بهار ننګرهار زړه دجلال اباد په ښار کې د هغې وږمه ايزې او ګلوريني سيمې ليکوالو،شاعرانو، ادبيانو او فرهنګيانو کلنۍ مشاعره جوړه کړه او هغې ته يې د نارنج ګل نوم کيښود ، دنارنج ګل وږمې له يوه کال نه بل ته پسې خورې شوې، لوى ننګرهار يي په غيږه کې راونغاړه او له دې هم پسې وغځيدې په درست افغانستان کې تاوې راتاوې شوې ، کوزه او سويلي پښتونخوا يې هم راولټوله، او اوس دادى په دومره درز کې روانه ده چې هر کال زرګونه شاعران اومينوال پکې راټوليږ ي، د نارنج ګل له وږمه ايزې ميلې او مشاعرې خوند او کيف اخلي. نارنج ګل مشاعره که هر چا دود کړې، خو نن نه يوازې د ننګرهار دپاره بلکې د ټول افغانستان، په ځانګړې توګه د ټولو لروبرو پښتنو شمله ده.په تيرو څو کلونو کې دا لړۍ پسې وغځيده ، او دا دود د افغانستان نورو ولايتونو ته هم ور وليږديده.د وردګو د مڼو ګل ، د لوګر د سنځل ګل، د کندهار انارګل، د زابل بادام ګل، دپکتيا نښتر، د کندز ريدي ګل او ... يي رڼې بيلګې دي.په خوست کې هم له څو ک� �ونو راهيسې دټولو شاعرانو ، ليکوالو، ادبيانو، فرهنګيانو او مينه والو په زړونو او خيالونوکې دا سند� �ه په ترنم وه چې دلته (خوست) کې يوه کلنۍ مشاعره جوړه او دود شي، دا سندره تته تته زمزمه کيدله، له ورځې نه بلې ته او له يوه کال نه بل ته يې اواز لوړيده بالاخره د خوست ټولو شاعرانو، ادبياتو، ليکوالو او فرهنګيانو س� �ه غبرګه کړه او اتڼيزه ناره ترې جوړه شوه.په خوست کې ټولو شاعرانو، ليکوالو، فرهنګيانو، ادبي،کلتوري ټو� �نو، مرکزونو، رسنيو او په ټوله کې ټولو مدني بنسټونو او اړوندو دولتي ادراو دا ومنله چې د ١٣٨٧لﻫ کال په پسرلي کې بايد په خوست کې هم د هيواد د نورو ولايتونو په څير د کلنۍ مشاعرې بنسټ کيښودل شي. او دا دود رات� �ونکو نسلونو ته د يوه ځلانده ستوري په شان پريښودل شي.د خوست ټولو فرهنګيانو او فرهنګپالو په ګډه سلا دغې ک� �نۍ مشاعرې ته د چنار ادبي ميلې کلنۍ مشاعره نوم کيښودل شو.ولې د چنار نوم ؟دا ښکاره خبره ده چې چنار په ټول پښتني ادب، کولتور او په ځانګړې توګه ولسي ادب کې ځانله او ځانګړى ځاى لري. دچنار په اړه له شماره وتي پښتو � �نډۍ،ولسي سندرې، چاربيتې او نور اهنګونه شته ، چنار د پښتنو د جمعې، جومات، کلي او ګودر سره تړلى نوم دى. چنار د وقار، ميړانې،مينې، يوالي، جلال او جمال داسې سمبول دى لکه ادب چې له انساني ژوند سره څنګ په څنګ راروان دى، چنار له پښتني روح او ژوند سره غاړه غړۍ دى. نو په خوست کې د يوې کلنۍ ادبي ميلې (مشاعرې) لپا� �ه د چنار نوم د چنار پورتنيو صفتونو، مشخصاتو او ځانګړتياوته په پام سره او له بله پلوه دا چې لکه نارنج ګل د ننګرهار لپاره ، انار ګل د کندهار لپاره، نښتر د پکتيا لپاره، مڼې ګل د وردګو لپاره، سنځل ګل د لوګر لپا� �ه،ريدي ګل د کندز او بادام ګل د زابل لپاره يو تشخص بللاى شو. همدا راز چنار د خوست د سيمې لپاره يو تشخص دى.موږ دا منو چې چنارونه په ټول افغانستان او ټوله لره او بره پښتونخوا کې شته، همدا ډول پاس ذکر شوي ونې او ګلونه هم درواخلئ، خو د خوست لپاره يې ځکه يو تشخص او پيژندګلو ګڼلاى شو چې په خوست کې په هره جمع،هر کلي،هرګودر هره سمه او هر غره کې چنار شته او چنار يو خوست شموله نوم دى همدا راز دخوست په فلکوريکو سندرو، ټپو او نارو کې په وار وار چنار را شين شوى دى، دبيلګې په توګه!خوست کې ګرمي ده ماته کيږده چنا� �ونهعبدالرحمانه زورورهخيمې دې لکې کړې سيګۍ١په چنارونهزړګى مې دوه ځايه مين دىيو پر سيګۍ بل د متون٢ پر چنارونهراځه چې ښکلي خوست ته ځونهشنه شول د لکڼو٣ چنارونهکه د ټولو پښتنو په کچه د چنارونو اړوند ولسي کيسې، سندرې اوټپې راټول کړو کتابونه، کتابونه به پرې ډک شي ځنې يې دا هم دي:د ستا نه لاندې جينۍ سترګې توروينهچناره! وسپړه ځولۍ ځولۍ ګلونهد چنارو لاندې منګيهسبا کوچ دى لاليهد کورمې څه سړې او به شنه چنارونهښکلې ليلا ترې شنه منګي راډکوينه ١ سيګۍ په خوست کې د يوې سيمې نوم دى٢ متون د خوست مرکز هم دې او په خوست کې د يوه قوم نوم هم دى٣ لکڼ په خوست کې د يوې سيمې نوم دى سبا به لوړ چنار ته خيږمباد به پوښتم چې جانان څه ويلي دينهخداى به پخپله م ازديګر کړيدچنارو سيورو ته مه ګوره مينه د پښتو په کلاسيک او معاصر ادب په ځانګړې توګه پښتو م عاصر شعر کې هم د بيلا بيلو شاعرانو په شعرونو کې چنار په بيل بيل رنګ او جلا جلا مفهوم راغلې دى يو څو بيلګې يې چې دم ګړۍ زما په ذهن کې دي را اخلم: لوى خوشال بابا: اور د سوي زړه دى چې د غره پر سر بليږ ي &nb; sp; شنې لوخړې خيږي له نښتره له چناره � ��حمزه بابا: ته سروه که د حسن يې چنار زه د پښتو يم نګړم ستا د قد او د قامت غلامي نه کړمه رحمت شاه سائ� �: & nbsp; څوک چې مې ذکر د وطن د سروې قدو وکړي ماته دهغه ځاى نښتر ياد شي چنار ياد شياسمعيل ګوهر: زموږ دمينې ګواهان دې خداى ښيرازه لري هغه بکياڼه، هغه توت، هغه چنار د کلياسمعيل ګوهر: دا زمانې خو افسانې جوړوي دلته ساه هم په اختياط اخ� �ه په چنارونو مې نوم ونه ليکېپيرمح مد کاروان: درې واړه پر ماګران اول يار زموږ دکلي چنار زموږ دکلې او کوکنار زموږ دکلي� ��پيرمحمد کا� �وان : & nbsp; مرغان دې راشې زموږ لپو کې دې ځالې وکړي &nb; sp; غر مو نښتر نه لري کلې مو چنار نه لريمسطفى سا� �ک: ; د ګوګل دنيا مې پټه پټه سوځي &nbs; p; & nbsp; ښکاري، اوس به سر بلند لکه چنار شمسيدشاه سعود: يو څوک به وي چې اور به يې په پټه ورته کړى وي & nbsp; &nbs; p; کشمير پخپله نه سوځي، چنار پخپله نه سوځيسيدشاه سعود: زړه کې د سعود غمونه،نه دي دا & nbsp; &nbs; p; پاڼې د چنار دي څوک يې وشماريزاهدشاه انګار : &n; bsp; راشه دجانان دياد سپرليه پر ګودر را� �ه &n; bsp; ; مات مې ديادونو چنارونه څانګې،څانګېزاهدشاه انګار : &n; bsp; ستا دخيال ببرى خو ډير له ونې ټيټ د� � &nbs; p; & nbsp; مراندې څه له غځوې تر چنار دنګه &nb; sp; سروه غبرګه شي په ملا کې تندى ټيټ کا & nbsp; &nbs; p; د چنار څانګه چې باد کړي ړنګه،بانګهبازمحمد عابد : &n; bsp; چې زمانه پرې ګواهي زموږ دمينې وايي &nb; sp; د جانان نوم به په تنه د چنار وګنډمه(شاعر يې رانه ده هير دى) : د چنار غوندې په خپلو مټو زور کړه ; &n; bsp; د انګور غوندې پر بل تاويږه مهمير علي ملنګ : &n; bsp; دلنډۍ له چنارو لوګي اوچت شو� � &nbs; p; & nbsp; د ملنګ محبت اور دى لګولىسردارولي څ� �ک ; په دې مالت خدايږو څه غم تير شوى ; &n; bsp; ګودر خاموشه دى چنار غلى دى په ټوله مينه او ټول زړه ; &n; bsp; ;"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د یوه تاند ګل د رژېدلو د ویر زوروره څپه", "output": "د یوه تاند ګل د رژېدلو د ویر زوروره څپه د ارواښاد محمدهاشم مصور په ویر کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کي فرهنګي ټولنو يوه ګډه اداره جوړه کړه", "output": "١٣٨٤ د غويي ١٩ ( سورغر توخي – کندهار ) د لــــــــوی کندهار فرهنګي ټولنه د سهېل لوېديځي حوزې ټولو فرهنګي ټولنو د لوی کندهار فرهنګي ټولني په نامه يوه اداره جوړه کړه . په دې اړه پرون د غويي دمياشتي پر ١٨مه نېټۀ د ماښام پر شپږ بجې په کندهار کي يوه غونډۀ جوړه شوه چي ددغو ټولنو استازو اوغړو په کي ګډؤن درلود. په غونډه کي چي دبينوافرهنګي ټولني ،هيوادکلتوري ټولني، احمدشاباباعلمي ټولني ،مړوند ادبي ټولني ،ميوندادبي ټولني، شيخ متي ادبي ټولني ،ترنک ادبي ټولني ،بست فرهنګي ټولني ، دکندهاردراډيوټلويزون ادارې ،افغان مطبوعاتي فرهنګي مرکز،داطلاعاتواوکلتوررياست او دکندهارازادوکلتوري اشخاصو ليکوالواو شاعرانو داستازو په نوښت دسهيلي حوزې دفرهنګي د پرمختګ او ګډو چارو د ترسره کولو په اړه خبري وشوې . په نوموړې غونډه کي علامه عبدالشکوررشادبابا زوى ډاکتر طارق رشاد دلوی کندهاردفرهنګي ټولني د لنډمهالي مشر په توګه چي تر دريومياشتوپوري به وي افتخاري وټاکل شو ، په غونډه کي دا پرېکړه هم وشوه چي له دريو مياشتووروسته به دټولوټولنوپه ګډه ناسته او دپټواو ازادوعمومي رايوسره بل مشر تر دريو مياشتوپوري ټاکل کيږي . دغونډي يوه تن برخه وال ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالمالک همت وويل . موږ ددسهيلي حوزي ټولنودلوي کندهارفرهنګي ټولنه په دې موخه جوړه وه چي ددي سيمي ليکوالان او فرهنګي ټولني يوځاي اوپه ګډه سره کار وکړي او هم په دي کارونوکي له يوبل سره همږغي اوملګري واوسي . دکندهارپوهنتون پخواني ريس ليکوال او شاعراستادحيات الله ر فيقي دنوموړي غونډي دارزښت په اړه داسي وويل : که چيري دافرهنګي ټولني په ګډه اوملګرتوب خپل کارونه مخ بوزي ، له دينه به ښه وي چي په انفرادي ډول يي مخ ته بيا يي او دابه ددي سيمي په فرهنګي چاروکي يو ډول مثبت بدولون راولي داځکه چي دلته به يوالى موجود وي نوموړي په دې اړه زياته کړه چي : دادوخت تقاضا ده چي موږ او تاسو بايد په ګډه او يوځای کارسره وکړو موږ اوتاسو ټول ديوه ارمان او يوي هيلي لپاره کارکوو ښاغلی ډاکټر طارق رشاد چي په دې وروستيو کي د هالنډ څخه کندهار ته تللی دی د غونډي د برخه والو له خوا ددې ټولني مشر وټاکل شو . ښاغلي ډاکټر عبدالرزاق پالوال د ښاغلي رشاد په اړه وويل . ډاکټرطارق رشاد به ددريو مياشتولپاره ددې ګډي جرګې مشري په غاړه اخلي وروسته به دبل مشرلپاره دپټواو ازدو عمومي رايو له مخي بل تن مشر وټاکو . ډاکټر طارق رشاد د بېنوا ويبپاڼي د خبريال سره دخبرو پر وخت وويل : دا تيره غونډه ديوه ږغ پورته کولو لپاره مناسبه غونډۀ وه ترڅود ګډ تفاهم له لاري کاروشي او هم امکانات سره ګډ کړل شي ، نننۍ غونډي زه دلنډي مهالي دورې دمشرتوب لپاره وټاکلم ، زما تر دې درې مياشتنۍ دورې وروسته به داچاري درايه اچولو له لاري بل کس ته سپارل کيږي . ښاغلي ډاکټر طارق د دې ټولني د ارزښت په اړه وويل : که داسي ټولني دلوی ننګرهار او لويي پکتياکلتوري ټولني جوړي کړي او کلتوري اشخاص داسي تفاهم رامنځ ته کړي اوورسته داسره وصل سي دا به دهيواد په سطحه ملي يوالی رامنځته کړي او کلتوري کارونو ته به ښه وده ورکړي . په دې غونډه کي د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد تر ټاکلو وروسته د ټولني دمنشي او مرستيالانو د ټاکلو ازادي او پټي ټاکني ترسره شوې . چي په دي رايو کي دښکلامجلې مسئول مدير عبدالقديم پتيال اوعبدالمالک همت مرستيالان او حاجي جماالدين ياور دمنشي په توګه وټاکل شول . ليکوال او شاعر ښاغلي طالب رحيمي ددې غونډي جوړېدل د سيمي د فرهنګي چارو د لا سمون او پياوړتيا په لاره کښي يوه ډېره اغېزمنه هڅه وبلله ، او د ټولني ټاکل شوي مشر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد او نورو مسولينو ته يې مبارکي وويل . ددې غونډي په پای کي پرېکړه وشوه چي راتلونکې يکشنبې به يوه بله غونډه جوړوي ، او په هغې کي به دټولني تګلاره جوړوي ، همدا ډول به د هري غونډي په پای کي دراتلونکي غونډي له پاره نېټۀ او ځای ټاکل کيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیکا: د ماین چاودني دری امنیتي کسان ووژل", "output": "عزمت علی د پکتیکا مرکز ښرنې ښار ته نژدې د ماین په یوه چاودنه کې دری افغان سرتیري وژل شوي دي.د پکتیکا د والي قیوم کټوازی ویاند وایې چې دغه ماین د دولت د مخالفینو له خوا د ښار په ختیځه څنډه کې ځای پر ځای شوی وو چې د جمعې په ورځ یې د افغان سرتیرو موټر په نښه کړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزیه : دخدای لپاره د معصومو هلمندوالو چیغه واوره!", "output": "په هلمند کي له تیرو څومیاشتو راهسي د ښوونيز نظام دپرمخ ختمولو هڅي رواني دي چي لمخي ئې په دغه ولایت کي د ښونځیو پرلپسې نړول ددغه ولایت ښونیز او تعلمي نظام دسخت ګواښ سره مخامخ کړي دي . هلمندوال چي په تیرو ۷ کلنوکي تر بل هر چا جګړې ډیر ځپلي د ښونځیو دنړولودغه روان بهیر سخت اندیښمن کړي دي . په افغانستان کي د ښونځیو د سوځولو لړۍ په ډيرو پښتنو میشتو سیمو کي تر سره کیږي خو دا لومړۍ ځل دی چي د ښونځیو نړول د بلدوزرو په واسطه په هلمند کي ترسره کیږي . دمارجه ولسوالۍ لیسه چي ۴۵ کاله مخکي د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په دوره کي جوړه شوې تیره اوونۍ وسلوالو کسانو په بلدوزرو یو مخ له مځکي سره هواره کړه . ددې تر مخه د نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي ښوونځۍ په سپینه ورځ وسلوالو کسانو په بلدوزرو په داسي وخت کي ونړول چي بریتانوي هلیکوپټري ئې پرسره تیرېدې خو هیڅ عکس العمل ئې ښکاره نه کړ . په امریکا کي میشت یو افغان حاجي محمد خان په خپلو پېسو په هلمند کي ښوونځۍ جوړه کړه چي هغه هم تیره اوونۍ د وسلوالو کسانو لخوا په بلدوزرو ورانه شوه . که څه هم دولت همیشه دداسي پېښو پړه پر وسلوالو طالبانو وراچوي خو طالبان دداسي کړونو څخه انکار کوي . بلخوا په سیمه کي خلک هغه څه شکمن کړي چي په ټوله سیمه کي یواځي ولي د پښتنو ښوونځۍ نړول کیږي خو په هلمندکي د هزراګانو ښوونځۍ له هیڅ ډول ګواښ سره نه مخامخ کیږي . د هلمند ولایت ډیرئ اوسیدونکو او عیني شاهدانود خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط بېنوا ته ویلي چي دطالبانو په لیکوکي یو شمیرپاکستاني ملېشې دښونځیو د نړولو چاري پرمخ بیائې .او په لوی لاس پښتانه ما� �ومان له زده کړي بې برخي کوي . هلمندوال د ښونځیو د نړولو په دغه ناروا او غیري انساني عمل کي دولت او طالبان دواړه پړه بولي چي یوې خوا ئې هم پروړاندي هیڅ نه دي کړي . ډیرئ هلمندیان په افغان دولت او طالبانو دواړو ږغ کوي چي په دغه ناورین کي دي د هلمندوالو ږغ واوري او پرې نږدي چي معصوم بچیان ئې د علم څه بې برخي شي . دبېنوا ویبپاڼي یو همکار چي په سیمه کي ئې دغه راپور چمتو کړی بېنوا ته وویل چي د هلمند په لې� �و پرتو سیمو کي هیڅ ښوونځۍ نشته او ډیریو ماشومانو سره دلیدني په وخت کي ورته ویل شوي . چي کرزئ دي زموږ د ښوونځیو د بیا جوړولو او خوندي ساتلو لپاره پراخ ګامونه پورته کړي . د هلمند د مارجه ولسوالۍ په بازار کي یو ۱۰ کلن ماشوم جانان د حاجي فضل باري زوی چي د زړو اوسپنیزو ټوټوپه خرڅولو بوخت و بېنوا ته وویل چي د تعلیم سره مینه لري خو دښووځیو نشتوالي دې ته اړ کړی چي په کوڅو کي د ایله ګرځیدو پرځای دغه خواري ته مخه کړي . دهغه پلار فضل باري بېنوا ته وویل چي داسلام د مبین دین دښمنان دمکتبو په سوځولو غواړي چي پښتانه ماشومان د علم او زده کړي څخه بې برخي کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هايکو", "output": "ميرويس جلالزی د اقتصاد وزير مې وپوښتلوزمونږ په کلي کور کې وړه غيب � �ويويل لاړ شه بازار ته کلچي ځان ته راوړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عراقي پوليس: دالقاعده ډلې مشرابوعمر البغدادى مو نيولى", "output": "هاند/كابلدنوموړي هيواد چارواكو خبر وركړ چې په دغه هيواد كې دالقاعده ډلې مشر ابو عمر البغدادى يي داستخباراتې معلوماتو له مخې دابوغريب په سيمه كې نيولىښاغلى ابو عمر البغدادى دعراقي او بهرنيو ځواكونو په وړاندې دسوني جنګياليو دډلې مشري پرغاړه لرله. تراوسه دنوموړي دنيول كيدو په اړه دالقاعده غړيو له لور څه نه دي ويل شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د يوه كس خبري بل ته رسول", "output": "د يو ه سړي دشرخبره بل چاته د شر په نيت رسول دا شرعا حرام دي داسي خبري چي د دْوو مسلم انو وروڼو په مينځ كي شخړه ځيني جوړېږي يو او بل ته رسول په كارنه دي دا په اسلام كي نميمت بلل كيږي او خبر � �سوونكي شخص ته نمام وئيل كېږي دایو اخلاقي ناروغي ده چي معالجي ته ضرورت لري مونږ چي كله د چا په هکله بده خبره واوريدله اول هغه سړی بايد پوه كړو چي دا نميمت دي او له داسي خبرو د لاس واخلي دوهم داچي همدغه خبره بايد په هغه ځـائ پريږدواو هيره ئي كړو او هغه سړي ته ئي په مستقيم او يا غير مستقيم طور ْونه رسوو دا ځكه چي همدا خبره كيداي شي ددي دْوو كسانو په مينځ كي بدبيني او دښـمني پـيدا كړي دا ډول كسان خلـګ شيطانان بولي او بالاّخره څوك پري اعتبار نه كوي .او د قيامت په ورځ به جنت ته هم نه ننوځي . الله تعالى فرمائي : وَيْـلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُـمَزَةٍ * وأخرج ابن جرير عن ابن عباس في قوله(ويل لكل همزة) قال طعان(لمزة) قال مغتاب. (الدر المنثور) ډيرافسوس اوياسخت عذاب دي لپاره د ټولو هغو کسانو چي په نورو كي بد وایي او غيبت یي كوي . عن أبي ا� �جوزاء، قال: قلت لابن عباس: مَنْ هؤلاء هم الذين بدأهم الله بالويل؟ قال: هم المَشّاءون بالنميمة، المفرّقون بين الأحبة، الباغون أكبر العيب (تفسير الطبري) له ابي الجوزاء څخه روايت دی چي ما عبدالله بن عباس رضي الله تعالى عنهما ته ْوويل چي دا كسان څـوك دي كوم چي الله تعالى په وَيْـلٌ يعني د هغوي لپاره په سخت او دردوونكي عذاب سره (دا سورة ا� �همزة ) پـيل كړي ده هغه ْوفرمايل چي دا هغه كسان دي چي د خپلوانو او دوستانو په م ينځ كي ځـي اوراځـي اود شر خبري نقل كوي د هغوي په مينځ كي نفرت او كركه اچوي او د خلګ� �و د سترو عيبونو په تلاش كي لګـياوي. په بل ځـاي كي الله تعالـى فرمائي: وَلا تُطِعْ كُلَّ حَلاَّفٍ مَهِينٍ هَمَّازٍ مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ * او مه منه د هرقسم خوړونكي سپك انسان كوم چي د خلګـو بد بيانوي او تل ئي دنده داوي چي د شر خبري وړي اوراوړي . څـوك چي د شر خبري نـقل كوي او د مْومنانو په مينځ كي دعداوت او دښمني اور ته لمن وهي اویو د بل په ضد پاروي دا كسان كه څـه هم د خپلي خبري د تصديق لپاره زيات قسمونه کوي خوپه قسم ئي يقين مه كوه دا كسان قسم خوره اوسپك دي ( الله تعالی ته هم سپک دي اوتاسي ئي هم سپك ګڼۍ) عن حذيفة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال، قال � �َسُول اللَّهِ صَلى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم: لا يدخل الجنة نمام مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ (صحيح مسلم) له حذيفه � �ضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل جنت ته به دشرد خبرو رسوونكی سړی نه ننوځي . يعني چغلخور او خبر رسان شخص له جنت څخه محروم دي . وعن ابن عباس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما أن � �َسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم مر بقبرين فقال: إنهما يعذبان وما يعذبان في كبير، بلى إنه كبير؛ أما أحدهما فكان يمشي بالنميمة، وأما الآخر فكان لا يستتر من بوله (مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ) له عبدالله بن عباس رضي ال� �ه تعالى عنهما څخه روايت دي چي رسول الله صلى الله تعالى عليه وسلم په دْوو قبرونو تېرېدلو او وئي فرمايل : دغو دواړو كسانو ته عذاب وركېږي په ستروګـناهونو عذاب نه و� �كېږي (يعني دوي په دنيا كي وړه ګـناه بلله) هو داسترګـناهونه دي له دوي څخه يوه د خ� �ګـو په مينځ كي د شر خبري نقل كولي او بل ئي له خپلو متيازو څخه ځان نه ساتلو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دژوند حقایق ( ډاکټر محمدعيسی ستانکزی - ايران)", "output": "ډاکټرمحمدعيسی ستانکزی - تهران/ اېران لږترلږه په دې دنیا کې پر پنڅو تنو ګران یې تر دې حده چې تر تا قربانیږي. په دې دنیا کې لږتر لږه ۱۵ تنه په بیلابیلو دلیلونو له تا سره مینه لري یوازینی دلیل چې ممکنه ده څوک له تا کرکه وکړي دا دی چې غواړي ستا په څیر وي ستا یوه موسکا ممکنه ده یو څوک خوشبخته کړي حتی هغه څوک چې ته یې نه خوښیږې هره شپه یو څوک ستا په چورتونو کې ویدیږي ته د یوّه چا لپاره د یوې نړۍ هومره ارزښت لرې ښایي داسې څو ک وي چې له تا پرته ژوند ونه کړاي شي ته یو ځانګړی او بې ساری کس یي خو په خپلې خاصې رودې داسې کسان شته چې ته یې پر شتون خبر نه یې خو له تا سره مینه لري کله چې احساس کوي دنیا له تا مخ اړولی ښه ځیر شه او وګوره پوه به شې چې تا دنیا ته شا کړې ده کله چې ته فکر کوې چې ښې طالع نه لرې او هغه څه چې غواړې نه ور رسیږې هیڅکله به یې تر لاسه نه کړې خو که په ځان باور لرې ژر یا وروسته به یې ترلاسه کړې تل هغه شکایت په یاد لره چې تا ته کيږي خو بدې او ناسمې کلمې یې هیرې کړه خپل احساس تل بیانوه په دې ډول نور هم پرې خبر شي که ډیر ښه ملګری لرې څو پوه شي چې څومره درته ارزښت لري -------------------------------------------------------------چاپلوسي هم اوريدونکی او هم ویونکی فاسدوي ( دیل کارنګي )د ژوند معنی باید په ښکلا او دارادې په ځواک کې ولټوو ( ماکسیم ګورکي )وجدان د دندې له ترسره کیدا ورسته خوشالیدای شي ( سمایلز) زړور واوسه که زړور نه یې تظاهر وکړه ځکه جې څوک به یې په توپیر پوه نه شي ( براون )دنده هغه شی دی چې له نورو یې د ترسره کولو تمه لرو( سکاروایلد)انسان چې کله فیصله وکړي آزاد و اوسي له هماغې شیبې آزاده دی ( ولتر ) د درستو مهربانیو شیره یې واخیسته او مور یې ترې جوړه کړه ( مارلو )د ا ممکنه ده چې یو میلیون حقیقتونه په مازغوکې ځای کړو خو لا نالوستي واوسو( الک برون )------------------------------------------------------------------------------د نارینه و په هکله د میرمنو اندونه : ۱ * ولې نارینه پاک وجدان لري ؟له دې امله چې هیڅکله ترې استفاده نه کوي . ۲* ولې نارینه تل خوشاله دي ؟ ځکه چې بې فکره سړی تل خاندي ۳* که یوه میرمن او یو سړی له لس پوړیزي ودانۍ راولویږي کوم یو ژر ځمکې ته رارسیږی ؟ میرمن ، ځکه چې سړی ترې ورک کیږي ۴ * سړیان له تجارتي اعلانونو سره څه ورته والی لری ؟هیڅکله به ددواړو په خبرو باوری ونه کړئ اود هغوي هر خبره تر ۳۰ ثانیو زیات دوام نه کوي ۵* خدای د سړي له پنڅولو وروسته څه وویل ؟ زه خپل کار تر دې ښه هم تر سره کولاي شم ۶* دوه هغه دلیلونه چې سړی خپلو کاري مسلو ته فکر نه کوي کوم دي ۱ کوم فکر نه لري ۲کوم کار نه لري په امريکا کې یوهوښیار او با استعداد سړ ي ته څه وایي توریست ( سيلانی )۶ *سړي خپلې جامې څنګه سره بیلوي ؟خیرنې او خیرنې خو اغوستل کیداي شي -------------------------------------------------------------------------------------------- کله چې تاسو یو خبر د منفي خبر په توګه نه بلکي بدلون ته د اړتیا لپاره ومنئ تاسو ماته نه ده خوړلې بلکې له هغه مو نوي څه ترلاسه کړي ( بیل ګیټس )خطا ګانې د بریالیتوب پوړۍ وي اوهغه وسیله ده چې سړی پرې بریالیتوب ته رسیږي ( لواتزو)پر خپلو تیروتنو مه شرمیږئ او هغه جرم مه ګڼئ ( کنفسیوس )تیروتنه هغه فرصت دی چې نور هم هوښیاره واوسو (هنري فورډ)هر هغه شی چې تاسو نه وژني هغه مو مذبوتوی ( مارلون براندو)کله چې د یو کس پوهه د بریالیتوب لپاره کافي وي خو تقوا یې بسنه ونه کړي هر هغه څه به لاسه ورکړي چې ممکنه ده ترلاسه کړي یې وي (کنفسیوس)د ځان د بریالیتوب په هکله د قضاوت لپاره وګوره څه دې ترلاسه کړي او د هغه لپاره دې څه له لاسه ورکړي دي (دالای لاما )بریالیتوب د هغه ځه د ترلاسه کولو په معنی دی چې غواړې یې او خوشالي دهغه څه د تر لاسه کولوپه معنی ده چې لرې یې خپلو افکار و ته پام کوه چې ستا په وینا بدلیږی خپلې وینا ته پام کوه جې ستا په چلند بدلیږي خپل چلند ته پام کوه چې ستا په عادت بدلیږي او خپل عادت ته پام کوه چې ستا په شخصیت بدلیږي ------------------------------------------------------------- ژوند دوه برخې دی لومړۍ برخه د دوهمې په انتظارکې او دوهمه برخه دلومړۍ په ارمان کې تېرېږی (سپنسر جانسن )دخپل نفس ښوونکی او دخپل وجدان زده کوونکی واوسه (نا پیژاند)په نړۍ کې ترټولو ښکلي او غوره نه لیدل کیږي انه حتی لیدل کیږي باید هغه د زړه په سترګه وکتل او لمس شي (جانس )حقیقت هماغه ډول چې دی ویې منه (شکسپیر )د یوه ملت د ختمولو یوازینۍ لار د هغه د حافظه پاکول دي ( اوستان )د نفرت خاطره د مینې له خاطرې پیاوړې ده ( هوبل)تر څوچې څان له هر لوري بشپړاو غوره ونه بولې قضاوت مه کوه ( ناپیژاند )ښاي ژوند داسې یوه کیسه وي چې ماشومان ترې ښه خبر وي ځکه چې ژوند په ژړا پیلوي ( پوشکین ) بې وجدانه پوه به هیڅکله د پاک روح څښتن نه شي (ناپیژاند ) ( بېنواويبپاڼه په ايران کي دښاغلي ډاکټرمحمدعيسی ستانکزي له همکارۍ مننه کوي)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د عراق په اړه د بوش څرګندونې او يو لړ چاودنې", "output": "د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش نن د دغه هېواد د کابينې لوړ پوړو چارواکو ته په عراق کې د متحدو ايالتونو په پاليسۍ کې د بنسټيزو بدلونونو د شونتيا په اړه وينا وکړه. دغه څرکندونې د عراق د څېړنو د ډلو د رپوټ د خپرولو په لړ کې چې د امريکا متحدو ايالتونو ته وړانديز کوي څو خپل ځواکونه له عراق څخه وباسي تر سره کېږي. بوش په عراق کې د خپلې ادارې د کارکوونکو د ستايلو ترڅنګ په عراق کې د حالت د ښه والي په اړه د ګاونډيانو په رول ټينګار وکړ او وويل:موږ باور لرو چې ډېرى هېوادونه په دې پوهېږي چې يوه تمرکز کوونکې ټولنه، يوه ټولنه چې د ديموکراسۍ د پلي کولو په حال کې وي د هغوى په ګټه ده. دا زموږ دنده ده چې د عراقيانو د برياليتوب په موخه د هغوى د يوځاى کولو په لور پاملرنه او هڅې وشي. د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر په عراق کي د امنيت ټينګښت د امريکا د متحدو ايالتونو د وګړو د امنيت په څېر وباله. بوش وويل، چې عراق د هغو ترهګرو اډه ده چې موخه يې د امريکا پر متحدو ايالتونو بريد دى. په عراق د ستراتېژۍ د بدلون په اړه د بوش څرګندونې په داسې حال کې تر سره کېږي چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د راټولو شوو کارکوونکو په منځکې د يوه موټر بم د چاودنې په ترڅ کې ٤٧ تنه مړه او څه د پاسه ١٤٨ کسه ټپيان شول. تېره ورځ هم د سړک پر غاړه د يوه بم د چاودنې په ترڅ کې ٤ امريکايي سرتېري ووژل شول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سعودي عربستان: د سپږو او سپږنو بازار تود شوی دی", "output": "میرویس جلالزی د سعودي ع� �بستان یو شمیر ځواني نجونې سپږي په ریالو اخلي او قصداً ورته په خپلو ویښتانو کې ځالي جوړوي. ویل کیږي چې د یوې سپږې بیه دغلته تر ۱۳ امریکايي ډالرو پوری رسیږي. د سعودي یو شمیر ډاکټران په دې باور دي چې سپږي د سر پوټوکي ته ګټه رسوي او هغوي د سر له پوټوکي څخه ټول مضره مواد خوري او بیا ویښتان د قولبه � �وي ځمکي په څير چې پکې نباتات وده کوي ډیر ښه لویږي او اوږدیږي. د سپږو خریدارې همداراز په دې باور دي چې سپږې بې کاره وینه رووي چې له دې سره په سر کې د وینې جریان منظمیږي. د جواهر ناصر په نامه یوې نجلۍ رسنیو ته وی� �ي دي چې یو چا دې ته د سپږې داخیستو بلنه ورکړه او دې ته یې ددې خزندې ګټې تشریح کړې. په عربستان کې د الوطن ورځپاڼې په خپل تازه رپوټ کې په دې اړه لیکلي دي چې په ریاض کې د انټرنټ له لارې خلک د سپږو فرمایش ورکوي او په یوه اونۍ کې سپږي ورسیږي. ددې ورځپاڼې په وینا په مرکز ریاض کې د سپږو بازار ښه تود دی. یوه سعودي سپږه چې په فارم کې تربیه او بیا پلو� �لو ته بازار ته وړاندی کیږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د عبدالصمدروحاني شهادت: حقيقتونو له مرگ نشته", "output": "د ١٩٣٣م کال د مئ او اگست په مياشتو کې په جرمني کې د هټلر نازيانو په زرگونو هغه کتابونه وسوځول چې وروسته يې د گردې نړۍ په فکري، سياسي، ادبي، علمي او اقتصادي مېدانونو کې د ودې او پرمختگ لارې پرانستلې او په انساني ژوند يې ژورې اغېزې پرېښودې. نازيانو دغه کتابونه په دې موخه سوځولي وه چې جرمني د دغو کتابونو د فلسفو نه پاک وساتي، ځکه چې جنگسالارۍ او ديکتاتورۍ ته تل تر ټولو ستره خطره د علم او پوهې څخه پېښه وي او هټلر خو نو هر چا ته معلومه ده چې د نړۍ په مخ د ظلم او ديکتاتورۍ يو سمبول گرځېدلى دى. مگر حقيقتونو له مرگ نشته او د علم و پوهې په وړاندې څوک دېوال نشي جوړولى. پوره پنځه اويا کاله وروسته د ٢٠٠٨م کال د مئ په لسمه نېټه د جرمني په هماغو ځايونو باندې په زرگونو ښوونکي، زده کوونکي، سياست پوهان، ليکوالان، شاعران او د ژوند د هر اړخ سره تړاو لرونکي خلک راغونډ شول په کومو ځايونو کې چې هغه کتابونه سوځول شوي وه، هلته يې د هماغو سوځول شويو کتابونو څخه اقتباسات ولوستل، د هغوى د ليکونکيو عظمت ته يې سرونه ټيټ کړل، د هغوى د ستاينې سندرې يې زمزمه کړې او چا چې دغه کتابونه سوځولي وه په هغوى يې لعنت ووايۀ. د علم او شعور په کاليو سمبال قامونه د دې تاريخي پېښو نه درس اخلي، خپل فکرونه د علم او منطق په رڼا منور کوي او د خپل راتلونکي د روښانه کولو لپاره بريالۍ تگلارې جوړوي، خو متاسفانه چې افغانان لا دغه پړاو ته نه دي � �سېدلي. کومو خلکو چې څو ورځې مخکې عبدالصمد روحاني شهيد کړ او چا چې له هغه وړاندې د رڼا نور لارويان شهيدان کړي دي، که دوى په دې فکر کې وي چې دا ډول کړنې به د دوى جنايتونه پټ کړي او کرغېړنې څېرې به يې په پرده کې پاتې شي نو دا د دوى خام خيالي ده. د عبدالصمد روحاني نوم او د هغه د ژوند هدف به ژوندي وي او تر هغې به دا جنايتکاران تعقيبوي تر څو چې يې د دوى د وحشتونو نه پردې راښکلې نه وي او نړۍ ته يې د دوى تور مخونه ښکاره کړي نه وي. په هغه ورځ چې دغه وحشي څېرې ښکاره شي نو تاريخ به د عبرت يو نوى درس وړاندې کړي: په هغه ورځ به د هلمند باشعوره خلک لښکرگاه سره نژدې د (بولان) په سيمه کې راټول شي، د افغانستان د ودانۍ او سوکالۍ لپاره د شهيد روحاني پوره شوي ارمانونه به د رڼا د مشعلونو په توگه ياد کړي، د هغه راپورونه به يو ځل بيا د سندرو په ډول زمزمه کړي او په هغو سپېرو � �اسونو به لعنت ووايي چې د هغه د روح او جسد ترمنځ يې بېلتون راوستى دى. د افغانستان خلک به دا شعور خامخا مومي او جنايتکاران به په خپلو کړنو خامخا شرمېږي. که په جرمني کې دغه ورځ پنځه اويا کاله وروسته راغله نو خداى دې وکړي چې په افغانستان کې زر راشي. د دې موقعې نه په استفادې سره بې ځايه نه ده چې که د افغانستان په روانه � �انجه کې د ښکېلو اړخونو نه يوه غوښتنه هم وکړم، او فکر کوم چې دا غوښتنه به د ډېرو خلکو غږ وي: څرنگه چې دې ټولو اړخونو ته دا معلومه ده چې ژورنالستان د حقيقت لټوونکي دي او په دې کار سره نه يواځې خپل سپېڅلى رسالت پوره کوي بلکې د دولت او نورو مسوولو اړخونو لپاره د حقيقتونو په رڼا کې يو لارښود هم برابروي. هم دا ژورنالستان دي چې د خلکو غږ دولت او د دولت امر خلکو ته رسوي، چې د طالبانو ادعاوې نړۍ او د نړۍ تگلارې دوى ته په ډاگه کوي. نو دا ټول اړخونه په خپل خپل ځاى مسووليت لري چې د روحاني قاتلان معلوم کړي او جزا ورکړي. دولت او طالبانو د روح اني د وژنې غندنه کړې ده خو يواځې دا غندنه کفايت نه کوي. دولت خو هسې هم مسوول دى چې د ټولو وگړيو او په ځانگړې توگه د ژورنالستانو او پوهانو د ژوند او حقوقو د ساتنې لپاره د خپلو ټولو وسايلو څخه کار واخلي. خو د دې تر څنگ طالبان دا دعوه لري چې د هلمند په شاوخوا نوي فيصده برخه د دوى واک دى. که چېرې د دوى دا دعوه سمه وي او دوى د � �وحاني په وژنه کې لاس هم نلري نو بيا د دوى مسووليت جوړېږي چې د خپل نوي فيصده واک څخه کار واخلي او د هغه قات� �ان په هماغه ډول زر تر زره ونيسي او محاکمه يې کړي څنگه چې دوى وخت په وخت د دوى په وېنا د دولت او بهرنيو ځواکونو جاسوسان نيسي او وژني يې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بریټانیا د محافظه کار ګوند مشر له کرزي سره وکتل", "output": "میرویس جلالزی د بریټانیا د دولت د محافظه کار ګوند مشر د شنبې په ماښام کابل ته راغی او له ولسمشر کرزي سره یې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکتل. نوموړی کابل ته له راتګ دمخه په هلمند کې تم شو او په لښکرګاه کې یې له خپلو میشتو قوماندانانو سره په داسي حال کې وکتل چې پوره یوه ورځ دمخه د هلمند په یو شمیر سیمو کې د کوبرا د قهر په نامه چاڼیز عملیات پیل شوي دي. دیوید کامیرون له کرزي سره د خبرو پرمهال یو ځل بیا له افغانستان سره د بریټانیا په اوږد مهالو مرستو ټینګار وکړ. د ولسمشرۍ د ماڼې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې حامد کرزي له ښاغلي کامیرون سره د هلمند ولایت له یو شمیر هغو سیمو د بریټانوي سرتیرو د وتلو پر سر خبري وکړي چې تیره میاشت د بریټانیې د دفاع وزارت د هغو سیمو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي ول. د سرچینې پر وینا چې حامد کرزي د بریټانیې د محافظه کار ګوند له مشر سره د خبرو پر مهال په هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د خپل دولت مرستې ونسپموي او د بریټانیا د حکومت د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د خپل پوځی حضور په اړه په لاره اچوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اسدالله سرورى محاکمه و ځنډول شوه .", "output": "د نورمحمد ترکى د رژيم د يو امنيتى چارواکى اسدالله سرورى محاکمه نن دهغه دمدافع وکيل د نشتوالى له امله د نورو٢٠ ورځو له پاره وځنډول شوه . اسدالله سرورى ١٣ کاله کيږى چې پرته له محاکمې په بند کې پروت دى . سرورى نن يوې علنې محکمې ته حاضر شو .دى په خپل وخت کې په وژنو او ځورونو تورن شوى دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات :دعبدالله په پریکړه باندی ډیری خلک ناراضه دی.", "output": "دافغانستان ولسمشری دوهم پلاټاکنوته دنوماندی عبدالله عبدالله دنه تلوپریکړه د وطن دملی ګټوخلاف اودټولوافغانانودارادی تمثیل نکوی .داخبری هرات کی میشت یوشمیرفرهنګپالو،مدنی وکړی.له دغه منځه شاه پورصابرددغه ولایت یووتلی لیکوال اودسیاسی چار وڅیړونکی ده ازادی راډیوته «کوم مهال چه ولسمشری ددوهم پلاټاکنوڅخه مادعبدالله دلاس اخیستوخبره واوریده احساس راته پیداشوچه افغانستان برباداونوردداډول سیاست مدارانوپه شتوالی سر ه دژوندتیرولوځای نه ده دعبدالله پلمی اوبهانی له سره مایوس کونکی وی په هرصورت وروستی پریکړه یی ډیره دردونکی وه» ډاکټرعبدالله دولسمشرکرزی دولسمشری دسیالوکاندیدانوترمنځ یوله وتلیوکسانوڅخه وه دوهم پلاټاکنوڅخه یی ځکه دحامدکرزی په وړاندی سیالیوڅخه ډډه وکړه چه دهغه په اندولسمشری کرزی دټاکنوکمسیون کی پراخه حضورلری اوده دملت په غوښتنه داتصمیم ونیوه . که څه هم دټاکنوخپلواک کمیسیون ځان ناپیلی اوداتورونه بی اساسه بولی مګرصابرورته پریکړه دعبدالله شخصی وبلله زیاته یی کړه کله هم افغان ولس دخپل هیواد دګټوخلاف مشوره چاته نه ورکوی. عبدالله وړاندی دټاکنودخپلواک کمیسیون مشر،اوڅووزیرانودلری کیدوشرط وړاندی کړی وه خودغه غوښتنه اوتصمیم له حقوقی لحاظه څومره په ځای ده؟هرات پوهنتون کی دحقوقودپوهنځی یوه ښونکی عبدالرشیدفیضی نظرمی وپښت په ټلفون سره یی وویل«دعبدالله غوښتنی له حقوقیقی برخی زیات سیاسی اړخ لاره،ځکه زماپه اندقانون کی یی شفافیت نه لاره.دهغه دخپلی غوښتنی په اساس ټاکنی دوهم پړاوته لاړی حقوقی لاریی داوه چه ټاکنی ترسره شوی وی. بل پلودهرات والی ویاندنقیب الله اروین پرته له دی چه دعبدالله په پریکړه تبصره وکړی دیکشنبی په ورځ ماسپښین مهال یوه خبری غونډه کی مربوطه سیموکی ټاکنوته دپوره تیاریووویل زیاته یی کړه دټاکنودپروګرام امنیتی تدابیرټینګ شوی ددولت مخالف وسله وال اونوری ډلی به یی په وړاندی ستونزی جوړی نشی کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بغداد کې ٧ تنه ټپيان شول", "output": "د عراق د پلازمېنې بغداد په ختيځ کې نن د استوګنې پر يوې سيمې د يوه هاوان ګولۍ د لګېدو له امله ٧ تنه ملکې کسان ټپيان شول. عيني کتونکي وايي پېښه د بغداد په ختيځ د بالاديات په سيمه کې رامنځ ته شوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کمانډ پرامپټ څخه ایکس پيuninstall کړو", "output": "Uninstalling Windows from Command Prompt څنګه کولای شو وینډوز له کمانډ پرامپټ څخه uninstall کړو. که چیرې تاسو وینډوز ایکس پی له وینډوز ۹۸،۹۸SEیا وینډوز Me څخه upgrade کړي وي نوپه دغه صورت کې وینډوزایکس پی داتوان په ځان کې لري چې دکمانډپرامپټ له لارې uninstall شي . هسي خودوینډوزایکس پي دلیرې کولو معیاري لاره داده چې کمپیوټر boot کړی شی اویا دadd remove programs له چارې کارواخستل شي . اوکه چیرې تاسو نه شی کولای په عادي توګه ایکس پي وچلوی یاlogin شی نوبیا له safe mode څخه کاراخستل کیږي اوبیا له مخکنیو یادو شو لارو کارواخلی ترڅو وینډوز ایکس پي له کمپیوټره لیرې کړی . که چیرې تاسو نه شی دsafe mode له لارې هم وینډوز لیرې کړی نوبیا باید تاسو دکمانډپرامپټ له لارې وینډوز له کمپیوټره لیرې کړی . ۱- خپل کمپیوټر safe mode ته بوځی (دکمپیوټر دچالانیدو په وخت کې دF8 تڼۍ کیمنډی) بیا دsafe mode له پاڼې څخه دsafe mode with Command Prompt غوراوی غوره کړی . ۲- په کمانډ پرامپټ کې cd\\, ولیکی اودEnter تڼۍ کیمنډی . ۳- اوس دcd\\windows\\system32 کمانډ ولیکی اودEnter تڼۍ کیمنډی ۴- اوس دosuninst.exe ولیکی اودEnter تڼۍ کیمنډی . ورپسې راتلونکې لارښوونې تعقیب کړی ترڅو خپلې پخوانۍ وینډوز ته وروګرځی دیادونې وړده چې داکار یواځې دکمپیوټر Administrator په مټ کیدای شي . په سپیڅلې کلیواله مینه ډاکټر ثواب الدین مخکښ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "زما د زړه هر يو پرهر کې ته يېزما په شام او په سحر کې ته يېهر چا ته ګورم په نظر د مينې ځکه چې تل مې په نظر کې ته يېڅنګه به ناز په خپل نصيب نه کومولاړ تر څنګ مې په محشر کې ته يېپه تول وجود کې مې حل شوی يې تههم په غم هم مې اختر کې ته يېته هميشه زما تر څنګ اوسيږېهو همسفر مې هر سفر کې ته يېراته خنديګې په ذره ذره کېد کايناتو لر او بر کې ته يېدنفرتونو کډې نه راپريګدېولاړ زما د زړه په در کې ته يېولې به اور نه ګلان نه جوړيږيچه په زړه د ابن لذر کې ته يې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي، پاکستان نفاق اچوونکی وباله", "output": "ولسمشر حامد کرزي تېره ورڅ د عبدالعلي مزاري د مړینې د ۱۱ تلین په مراسمو کې له پاکستان نه د پټ دښمن په نوم یادونه وکړه. حامد کرزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل،چې مزاري، احمدشاه مسعود، عبدالحق، حاجي قدیر ،جنرال کټوازی او نور کسان د بهرنیانو او د بهرنیانو د لاسپوڅو یا غورڅنګ له خوا ووژل شول. کرزي د پاکستان نوم وانخست، خو له خبرو یې داسې برېښېده،چې پاکستان ښیي. کرزي وویل، طالبان د سپین بولدک له لارې د بهرنیو استخباراتو په نېغه مرسته او لارښوونه پرکندهار او د افغانستان پرنورو سیمو واکمن شول او د طالب تر نامه لاندې یې واکمني وچلوله. پاکستان ته د ښاغلي کرزي تر سفر وروسته دا لومړی ځل دی، چې نوموړی په خپلو خبرو کې د پاکستان لپاره د پټ اشغال او نفاق اچوونکي کلیمې کاروي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنی: د خلیلزاد په ملاتړ جوړه شوي غونډه د اخ او ډب په میدان بدله شوه", "output": "د زلمي خلی� �زاد په ملاتړ په غزني ولایت کې جوړه شوي غونډه د اخ او ډب په میدان بدله شوه. ټاکل شوي چې نن د غزني ښار په خیام هوټل کې د زلمي خلیلزاد په ملاتړ غونډه جوړه شی چې دغه غونډه د غزني ښار د اوسیدونکو له سخت غبرګون سره مخ شوه. له سیمې څخه د بینوا ویب پاڼي همکار وایې چې غونډه د خلیل هوتک په نامه د یو کس په زیار را غوښتل شوي وه چې ناڅاپه په لسګونو کسان پرې ور توی شول او د غونډي بهیر یې ګډوډ کړ. احتجاج کونکو په هوټل د کاڼو او بوتلونو ګزارونه وکړل او د غونډه والو په متقابل عکس العمل کې پینځه کسان ژوبل شوي هم دي. ویل کیږي چې غونډ سر ته و نه رسیده او احتجاج کونکو د مړ د وي خلیلزاد مړه دې وي امریکا شعارونه ورکول. د برید کونکو له ډلي یوه یې د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې دوي په ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکايي خلیلزاد له ګډون سره سخت مخالفت کوي او هڅ ه به وکړي چې هر چیرته چې د خلیلزاد په ملاتړ غونډي جوړیږي له ورته برخلیک سره یې مخامخي کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوه ویشت تنه عراقي پوځیان د پلازمینه بغداد په سویل کښي تري تم شول", "output": "کابل : ميرويس جلالزی دوه ویشت تنه عراقي پوځیان د پلازمینه بغداد په سویل کښي تري تم شول د پنجشنبه په ورځ يوخپور شوي خبر وایي نامعلومو وسلوالو نوموړي سرتیري چه د بغداد له سویل نه د خپلو دندو په لور بغداد ته را روان وو د راوا په نامه سیمي کښي له ځان سره په نامعلوم لوری وړي ديی . د نوموړو شعیه مذهب سرتیرو د تښتوني خبر دعراق پوځ یو چارواکي هم منلی خو د نورور جزیاتو نه یې بې خبري څرگنده کړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خوست مرستیال والي ندی وژل شوی", "output": "میرویس جلالزی د خوست مرستیال والي طاهر خان صبری څو شیبې دمخه د ماین په یوه چاودنه کې سخت ژوبل شوی دی دغه خبر د خوست ولایت یوه تن اداري چارواکي شیبه دمخه بینوا ویب پاڼي ته ورکړ. نوموړي وویل چې په دغه چاودنه کې د خوست ولایت ګن شمیر حکومتی چارواکي هم ژوبل شوي دي. نوموړي وویل چې چاودنه له هغه بم څخه رامنځ ته شوي چې د ښاغلي صبري په دفتر کې ځای پر ځای شوی وو. تر اوسه د پیښي د قربانیانو دقیقه شمیره نده په ډاګه . د بینوا ویب پاڼی همکاران هڅه کوي چې په دې باب تازه رپوټونه تاسي ته خپاره کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په مورنۍ ژبه د زدکړي اړتیا ( د میرویس جلالزي لیکنه)", "output": "یاداشت : د افغانستان ف� �هنګي یووالي ته په کتو ، په روانه لیکنه کې هڅه کیږي چې په مورنې ژبې د زدکړي په اړتیا او همدا راز د هیواد په سیاسي او اقتصاډي حالاتو د هغې پر اغیزو بحث وکړو.د زدکړي اړتیاوي:الف: له زدکړو پاتې توب:په افغانستان کې د نورو ستونزو سربیره یوه لویه بله یې ښونځیو ته د ماشومانو د تګ پر وخت په دې لاره کې پراته هغه خنډونه دي چې تر نورو ستونزو ورته په کمه سترګه نشو کتلای .ښونځيو ته له تګ څخه د پاتې شویو ماشومانو څ خه موخه یې هغه دي چې له اجباري او یا هم اختیاري زدکړو څخه یا محروم کړای شوي وي او یا هم د زدکړو په دوران کې په بیلابیلو دلایلو د زدکړي مراکزو ته له تګ څخه منع کړای شوي وي .وروستي سروي ګاني ښیې چې د افغانستان له شاوخوا ۳۰ ملیونه وګړو څخه چې څه کم ۲۰ ملیونه یې پښتانه دي ،تر ۹۰ فیصده ډیر یې نالوستي دي ، او په دې فیصدۍ کې ډیره برخه یې په پښتنو پوري منصوبه ده .د ملګروملتونو یونسکوسازمان بی سوداي هغه پدیده تعریفوي چې د سترو ناورینونو مور ده .په افغاني ټولنه کې له زدکړو څخه پاتې شوي ماشومان هغه بی وزلي ، بی سرپرسته او پښتانه کوچنیان دي چې یو خو د زدکړو له چاپریال سره نا آشنا پاتې شوي او بله هم دا چې په سیمو کې یې په مورنۍ ژبه ورته زدکړي نه ورکول کیږي .دا ډله ماشومان عموماً په ښاورنو او ښاورنو ته په نژدي پرتو هغو سیمو کې ژوند کوي چې له مرکزي سیمو سره یې رسم و رواج چندان سم اړخ نه لګوي .دا ماشوامان په دې ډول سیمو کې مجبور دي چې یا فارسي دري ژبه زده کړي یا بی سوداه پاتې شي، خو هغوي د تحمیلي فارسي ژبي په زدکړي کې ډیري ستونزي لري او همدا عامل هغوي ښونځیو ته له تګ څخه را ګرزوي .اقتصادي بي وزلي او دې ډول ماشومانو ته د زدکړو د نورو لارو چارو نه لټون هغه څه دي چې د هغوي په مینځ کې بی سوداي او تورتم لا پسي غښتلي کوي .تیرو شپږو کلونو ته په کتو سره که څه هم د پښتنو سیمو د وګړو په اقتصادي حالت کې څه نا څه مثبت بدلون راغلی خو په عمومي ډول د دې سیمو وضیعت د فارسي ژبو په پرته سم نه دی .له بدې مرغي چې لا هم له پښتو ( د اکثریت له ژبي سره ) ژبي سره د مور او میرې چلند کیږي او له دې ژبې سره دا ډول ناوړه سلوک د پښتنو په مینځ کې د بی سوداۍ د زیاتیدو لامل ګرځیدلی دی. ب: علمي وده :درسي م طالب او برنامې له هغو آسانو او پیچلو کلمو څخه جوړیږي چې د یو منظم ټولګي په ورځنیو پروګرامونو کې ځای پر ځای کیږي. د زده کونکو د پوهي د ګچې لوړیدا په یادو شویو ټولګبو کې د یو تعلیمي نظام هیله ده خو هغوي ته په مورنۍ ژبي د زدکړو نه ورکول د دې ثبب کیږي چې دا زدکونکي( پښتانه) خپلو موخو ته په رسیدو کې له سختو ستونزو سره م خ کیږي او هان دا چې ښونځیو ته نه تګ د ورتګ په پرتله غوره بولي او بیا د زدکړو له نظام څخه محروم پاتې کیږي او د هغوي دا دلسردي د وخت په تیریدو په هغوي کې د رواني ناروغیو او اقتصادي ستونزو لامل هم ګرځيداي شي.په دې حالت کې معمولاً د زدکونکو ډیر وخت هسي بیهوده تیریږي او د بدبختۍ هیولا دا موکه تر لاسه کوي چې هغوي روح اً او جسماً له عادې حالت څخه وباسي ، په داسي حال کې چې که هغوي ته په خپله مورنۍ ژبه زدکړي ورکړل شي د پوهي کچه به یې لوړه او د هغوي پرمختګ په مورنۍ ژبه ډیر اسانه او اصولي کیداي شي.ځکه چې په پښتو ژبه زدکونکو ته د ف� �هنګي او کورنۍ چاپریال برابرول د هغوي د پوهي د کچې په لوړوالي کې خورا مهم رول درلودلای سي.هغه پښتانه ما� �ومان چې جبراً په دري ژبو ښونځیو کې زدکړي کوي د دري ژبو په پرته یې د پوهي کچه لږ وده کوي که څه هم دا پښتانه ماشومان له دري ژبو څخه په فطري او عقلاني حالت کې دوه ځله لوړ والی ولري. ج: فکري او رواني وده :په یو انسان کې رواني او فکري وده په ټولنیز او اخلاقي وضیعت پوري تړلي ده او دا وضیعت بیا په مو� �نۍ ژبې پوري اړوند دی.په مورنۍ ژبې زدکړي یو انسان ته دا موکه ورکوي چې له ټولنیزو او اخلاقي مسایلو سره د یو روغ انسان په ډول تماس ونیسي او له هغو څخه په خپله او په مثبته توګه ګټه پورته کړي نو له دې دا څرګندیږي چې پښتانه زدکونکي به په خپله ژبه د زدکړي په صورت کې وکولای شي خپل علمي خلاقیت او استعداد ته وده و� �کړي .په تحمیلي ژبه زدکړي به په زدکونکو کې ، ویره ، له ښونځي څخه د تیښتي ، له ګاونډیانو سره د علایقو پ� �یکړون او یو شمیر نوروعوامل سبب ورګرځي.ژبو پوهان په دې باور دي چې په لومړي سر کې باید زدکوکو ته په خپله مورنۍ ژبه زدکړي ورکړل شي او بیا وروسته که چیرته هغوي وغواړي نو کولاي شي نوري ژبي زده او پرې نور علوم زده کړي.جاپانی ژبپوه ( ناکاجیما) وایې : که چیرته د علمي زدکړو پر مهال پر یوه زدکونکي جبراً د بلې ژبې زدکړه و تپل شي نو د هغه عاطفې ستونزي به زیاتي او په دې سربیره به په یوه ټولنه کې د یو ستر ناورین د بنسټ لومړۍ ډبره کیښودل شوي وي. ټولنیزه وده :یوه اړیکه د افکارو او اطلاعاتو د تبادلې په معنی ده او د انسانانو تر منځ د اړیکو پخوانۍ لاره همغه ژبه ده. ژبه په دوو لارو کارولای شو ، هم د شناخت لپاره او هم د ټولنیز ژوند د نښلولو او پرمختګ لپاره .د ژبې او پرمختګ تر منځ نژدې اړیکي د دې لامل ګرځي چې یو کس له نړۍ سره د فردې اړیکو په مرسته د ټولنیزو نړیوالو مسلو خوا ته ورنژدې شي.د خبري کولو( تکلم) په سیستم کې هر راز بینظمي کولای � �ي چې د مور او ماشوم په عاطفې اړیکو لږ او ډیر اثرات وغورځوي.د شتمن فرهنګي چاپریال درلودل کولای شي د یو ما� �وم په ښه وده کې مهم او مثبت رول ولوبوي. د ژبې او شناخت وده به ماشوم ته دا وړتیا ورکړي چې د هغه عاطفې حالت غښتلی شي او له دې حالت څخه به د خپلي ټولني او ماحول په جوړولو کې په سمه توګه کارواخلي. د: هویتفرهنګي اړیکي لکه ګډ دین ، ګډه ژپه ، ګډعنعنات او ګډ ادبیات...... د یوې جغرافېې په مینځ کې د انسانانو تر منځ معنوي پیوندونه جوړوي ، د دې ټولني د ځانګړي سیاسي تګ لوري په اړه ورته لید لوری ورکوي او هغوي ته د بلي سیمي د خلکو په تناسب خاص هویت ورکوي . د هویت کلمه د ( څوک یې؟) په معني ده او په یو انسان کې د بل ملت په پرتله د هغه د ټولنیز او تاریخي څرنګ والي څرګندويي کوي.دا ګډې پدیدي لکه ګډ دین ، ګډه ژبه ، ګډي سیاسي خاطري، ګډ ټولنیز � �ید لوری ،ګډه سیاسي ځمکه ، ګډ ادب فلکلور او سنتونه او په لنډ ډول دا ټول موضوعات د یو کس ملي پیژندنه جوړوي چې دا پیژندنه د هویت په نامه یادیږي. په خلاصه ډول داسي ویلای شو هغه کس چې له خپل قومي هویت سره پردی وي هغه له خپل ملي هویت سره هم پردی او نا آشنا وي . د اسلام لید لوری:یوازي توب او د نورو په پرتله د لوړي پوهي درلودل هغه زوړ اصل دی چې په معنویاتو کې یې ریښي زغلولي دي.په قران شریف کې راغلي : ترجمه: ای خلکو! تاسو واړه مو د ښځی او نارینه له جنسونو خلق کړي او تاسو مو د ملت او قبیلو په ډول په دې خاطر جوړ کړي یاست چې یو له بل څخه فرق کړای شي.او هر آینه زما په نزد ستاسو غوره کس ستاسو پرهیزګار هغه دی.نو د قران کریم دې آیت ته په کتو سره ویلای شو چې له نورو څخه په یو جلا ملت کې ژوند او له نورو څخه د فرق درلودل جرم ندی او په اس� �ام کې تر ټولو لوړ اوغوره کس هغه دی چې تر ټولو پرهیزګار او دین دار اوسي.په هر حال له یو ملی هویت سره د یو � �خص اړیکي د معنویاتو یوه برخه جوړوي چې د هر انسان او د هرې انساني ډلي خاص ځانګیړني دي.دعدالت شعار د اوسني دولت تر ټولو محوري شعار دی ، دا عدالت به فرهنګي ، ټولنیزو او داسي نورو برخو کې ضروري او دتامین وړ بلل کیږ ي.مونږ له حکومت څخه غوښتنه کووچې هر څه ژر چې شونتیا ولري ، د فرهنګي او ټولنیزو حقونو په برخه کې عدالت پلی کړي او هر پښتانه ماشوم ته دا زمینه برابره کړای شي چې په خپله ژبه زدکړي وکړي. مورنۍ ژبه :دا په ثبوت � �سیدلي چې له مورنۍ ژبې پرته په یوه تحمیل شوي ژبه د زدکړو تر لاسه کول نن صبا په افغانستان کې د پښتنو زدکونکو د پاتې راتګ او نه پرمختګ اصلي لاملونه دي.پورتنیو خبرو ته په کتو سره که چیرته یو ماشوم په خپله م ورنۍ ژبه زدکړي وکړي نو دی به د دې جوګه شي چې ډير څه په ډیر کم وخت کې زده او د پام وړ پرمختګ وکړي.په مورنۍ ژبه زدکړي به د زدکونکو د زدکړي اوږد مهالی بریالي توب تامین ، په مورنۍ ژبه کې پرمختګ ، د قومي فرهنګ ساتل او ملي هویت پیاوړی کړي. که چیرته یو ماشوم ته په مورنۍ ژبه زدکړي ورکړل شي دا ماشوم به په ټو� �نیز او علمي پرمختګ سربیره د نورو ژبو د زدکړي وړتیا هم ومومي ، او یوازي په همدي لاري کولای شو چې د پښتنو له پرمختګ او ترقې سره مرسته وکړو .د اقتصادي بي وزلۍ په لري کولو ، د ټولنیزو اوتوکمي تعصباتو په له مینځه وړلو ، د زدکړي په میتودونو کې په بدلون او په پښتنو سیمو کې د مورنۍ ژبې په ودې او ترویج سره کولای شو چې افغان م� �ت خپلو هغو موخو ته ورسو چې له څو لیسزو راهیسي یې په دې لار کې په ملیونونو تنه وګړي له لاسه ورکړي دي.که چیرته د پښتنو سیمو زدکونکو ته په پښتو ژبه د زدکړي اسانتیاوي برابري شي دا کار به د ملي یووالي او عمومي پرمختګ پر وړاندي پرتي اوسنۍ ستونزي هم محوه کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "سترګي مي و زړه ته ګراني ستا د لېمو حال واييڅه شوخه دنيا دي ده هر وخت د پلمو حال واييتل دي له تصويره د خونكار غشي پيغام راځيهر نظر دي ما ته د سركښو اورو حال واييبس په دې خوشحال يم چي په زړه كي دي در ګرځمهدا چي مي قاصد راته دا ستا د ګيلو حال واييولي مي پوښتئ له سركښيو او ګناوو نهسترګي مي نړۍ ته د مغان د جامو حال واييزه به نه وايمه چي ياغي يم و فرمان لرهغاړه كي تغمې مي د جګ دار د حلقو حال واييموږ يو له غبار سره په مينه اوسېدلي تلستا هر څرك د حسن د روڼو آيينو حال واييو� �كړئ ځاى په خوښه دا سوالګر نه دي مجبوره ديڅيري ويري ګرالبي يې د ورانو كورو حال واييدلته سكون نسته له � �رامه به خوند وا نه خلئدغه مړ ساحل د څو سرمستو څپو حال واييهيڅ تياره نه ويني پتيال تل له نُوره ساه اخ� �يستا هر ياد نګاره د ځلاندو جلوو حال وايي كندهار ښار- مددخان چوك۱۳۸۵-۳-۴ لمريز كا� �"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستان کې ډېری خلګ له وروستيوناامنيوڅخه سر ټکوي", "output": "ګزارش: د پاکستان په يو شمېر سيمو کې د وروستيو نا امنيو له کبله د عامو خلکو ژوند له سخت ګواښ سره مخ دی، چې د هرې ورځې په اوږدو کې لسګونه کسان د نا امنۍ د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې وژل کېږي. تېره ورځ د کوټې ښار په عمومي لوی او ګڼې ګوڼې لياقت نومې بازار کې د موبايل پلورونکو د بشپړ مارکېټ دوکانونه د ورځې پر شپږ نيمې بجې د دېرشو تنو غلو له خوا په داسې حال کې لوټ شول چې د يو شمېر دوکاندارانو په خبره په دوکانونو کې يې ټول مالونه او نغده شتمني ترې غلو وړې ده. د پېښې په اړه يو تن عيني � �اهد داسې وويل: زما نوم اخترمحمد دی، زه د مبايلانو په اڅکزي مارکېټ کې دوکان لرم، د ماځيګر تقريباً � �پږ بجې به وې چې د وسلوالو غلو يو ډک موټر د مارکېټ مخ ته ودرېد او له موټر څخه تر راکښته کېدو وروسته يې هوايي ډزې پيل کړې، وروسته څو تنه غله د مارکېټ په خوله کې ودرېدل او نورو ملګرو يې د مارکېټ پر دوکاندارانو ماشينونه ونيول، چې ښور ونه خوري، يو څو تنه غله د مارکېټ په منځ کې ګرځېدل او نورو د مارکېټ له دوکانونو څخه ټول قيمتي سامان چې مبايلونه، سيم کارډونه، سټلايټونه نغدي پيسې او هرڅه سره راټول کړل او پر دوکاندارانو باندې يې نارې وهلې چې له خپله ځايه ونه ښوري، که نه نو وبه يې ولي، په دې ترڅ کې څو تنو دوکاندارانو له غلو سره څه نا څه لاس وښوراوه، خو غلو سمدستي ورباندې ډزې وکړې دوه تنه يې سخت زخميان کړل. په دې مارکېټ کې به ټول تقريباً څومره دوکانونه وو؟ دا مارکېټ پوره پينځوس دوکانونه لري، چې ډېری يې د م بايل دوکانونه دي، زما په دوکان کې چې څه وه هغه هم غلو يووړل، اوس دا دی سپېره دوکان ته ناست يم. د نوموړي مارکېټ ډېری دوکانداران په دې اړه دولت سخت ګرم بولي او وايي، که څه هم يو تن دوکاندار پوليسو ته د ټليفون په مرسته خبر ور کړی چې د دوی مارکېټ ته غله ننوتي دي، بايد د مرستې لپاره يې ژر تر ژره ځان راورسوي، خو دوی وايي چې، تر پېښې څو ساعته وروسته پوليس د پلټنې لپاره راغلل. د پښتونخوا ګوند يو شمېر لوړپوړو کسانو هم، د دې پېښې د مسووليت پړه پر دولت او امنيتي کسانو ور واچوله او زياته يې کړه چې، په دې وروستيو ورځو کې پوليس او امنيتي کسان بېخي بې کفايته شوي، چې له کبله يې په ښار کې د غلا، تښتونو او داسې نو� �و پېښو شمېر زيات شوی دی. د پښتونخوا ګوند معاين مشر عثمان کاکړ، هم د پېښې د غندلو تر څنګ وويل، دا لومړی ځل نه دی چې په سپينه ورځ د ښار په منځ کې خلک تښتول کېږي، دوکانونه يې چورېږي او ويشتل کېږ ي، د نوموړي په خبره دا ډول پېښې د دولت ناکامۍ او د عامو خلکو د راپارېدو لامل ګرځي. همدارنګه تېره ورځ د کوټې ښار په مرکز سرکي روډ کې يو شمېر دوکاندارانو هغه مهال عمومي سړک د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ پر مخ بند کړ، چې کله څو تنو نامعلومو کسانو هڅه کوله يو شمېر دوکانونه چور کړي. ځايي خلک وايي، شپږ تنو موټر سايکل سپرو، غرمه مهال په سرکي روډ کې د پوليسو ماموريت ته نږدې هغه مهال څلور تنه عام خلک ووژل، چې غوښتل يې يو شمېر دوکانونه چور کړي، د عامو خلکو په وينا غلو څلور تنه په داسې حال کې وويشتل چې هغوی پلي پر سړک تېرېدل، د خلکو په خب� �ه د ويشتل شويو کسانو له جملې څخه د دوو تنو حالت د اندېښن وړ دی، خو دوه تنه نور سرسرکي ژوبل شوي دي. بل خوا پېښور ته نږدې په ليرې پرته هنګو نومې سيمه کې هم د يو شمېر امنيتې ستونزو له کبله څلور تنه هغه مهال ووژل شول چې کله څلورو تنو غلو د صرافۍ د مارکېټ د مشر موټر د هغه د تښتولو په موخه ودراوه. د ځايي خلکو په وينا، د حاجي مالک انصاري چې، د هنګو د صرافۍ مارکېټ مشر دی، څلورو تنو غ� �و د هغه موټر ودراوه، او هڅه يې کوله د نوموړي لاسونه ور وتړي، خو کله چې حاجي انصاري ورسره زور وکړ، تښتوونکو سمدستي ورباندې ډزې وکړې. د ډزو په ترڅ کې خپله حاجي مالک انصاري، د هغه موټر چلوونکی او د نوموړي دوه تنه وراره ګان ووژل شول. تر پېښې وروسته ځايي خلکو دوکانونه بند کړل او د پوليسو م اموريت يې په ډبرو ويشت. همدارنګه د پاکستان په کراچي ښار کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو په ترڅ کې د ځايي پوليسو د يوه مشر په ګډون څلور تنه هغه مهال ووژل شول کله چې پوليسو غوښتل يو شمېر غله د غ� �ا پر مهال ونيسي. د ځايي پوليسو د معلوماتو پر اساس د کراچي ښار په يوه ګڼې ګوڼې بازار کې شپږو تنو غلو غوښتل يو شمېر دوکانونه او خلک لوټ کړي، خو د پوليسو د يو تن افسر په ګډون څلورو تنو پوليسو د پېښې ځای ته په بېړنۍ توګه ځان ورساوه چې غلو ورباندې سمدستي ډزې وکړې او څلور سره پوليس يې ووژل. د پاکستان په پنجاب ايالت کې هم د امنيتي ستونزو له امله دوه تنه عام خلک هغه مهال ووژل شول چې درېيو تنو غلو او پوليسو تر منځ جګړه رامنځته شوه. د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور ښار په اقبال ټاون نومې سيمه کې د پوليسو او غلو تر منځ جګړه کې يو تن غل او دوه تنه عام خلک ووژل شول، د پوليسو په خبره يادو شويو درې تنو غلو څو ورځې وړاندې هم يو تن غلام رسول بټي نومی تجار د پيسو پر سر وژلی او د پوليسو په خبره، غوښتل يې له څو تنو عامو خلکو څخه موټرسايکلونه په زوره غلا کړي، خو پوليسو ورباندې ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې دوه عام خلک او يو غل ووژل شو. دې ته ورته د پاکستان د تربت نومې ښار په مرکزي بازار کې، د پوليسو يو تن مشر او ساتونکی د ناڅرګندو کسانو د ډزو په ترڅ کې، ووژل شول. ځايي پوليس وايي، عبدالخالق نومی افسر او يو تن ساتونکی يې هغه مهال د تربت په مرکزي بازار کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شول چې له خپل کور څخه د ماموريت پر لوري راروان و. بل خوا د جنوبي پښتونخوا په سوراب نومې سيمه کې يو شمېر نامعلومو کسانو له کراچي څخه پر راتلونکو کانټېنرانو وسلوال بريد ترسره کړ، چې په ترڅ کې يې دوه ته موټر چلوونکي ووژل شول. پېښه په سوراب نومې سيمه کې چې له کوټې ښار څ خه په څو کيلوميترۍ کې پروت دی، په داسې حال کې رامنځته شوه چې له کراچي څخه د کوټې ښار پر لوري د بار وړونکو کانټينرانو کاروان د تېرېدو په حال کې و. د ځايي پوليسو په وينا، دوه تنه، چې پر موټر سايکل سپاره وه، د سوراب په خالق اباد نومې سيمه کې يې پر موټر چلوونکو ډزې وکړې. په پېښه کې يو تن موټر چلوونکی او د هغه زوی وژل شوي او څو تنه نور زخميان دي. بل خوا د پاکستان په ډېره اسماعيل خان نومي ښارګوټي کې چې له افغانستان سره پر پوله پروت دی، تېر ماځيګر په يوه مسجد کې د چاودنې په ترڅ کې د يوه کوچني په ګډون څلور تنه د لمونځ کولو پر مهال ووژل شول. د يادونې وړ ده چې، څو ورځې وړاندې د پاکستان د پنجاب ايالت په يوه ښارګوټي کې هم څوتنه غله د غلا پر مهال د عامو خلکو له خوا نيول شوي وو چې تر زياتو وهلو وروسته يې ورباندې پيټرول واچول او د ټولو خلکو په وړاندې يې وسوځول. بل خوا د چمن په کوږک نومي غره کې چې د کندهار او چمن پر لويه لار پروت دی، اته تنه سپرلي هغه مهال ووژل شول چې په کندهار کې ايتلافي ځواکونو ته لوژستيکي بار وړونکی کانټينر يې پر موټر راونړېد. پېښه د زوړ چمن بوغرا نومي سيمې ته نږدې سهار مهال رامنځته شوه چې پکې د مړو کسانو شمېر اته تنه ښودلی شوی خو د ژوبل شويو کسانو شمېر لا کره معلوم نه دی. تر پېښې وروسته د چمن سپين بولدک لويه لاره د مسافرو پر مخ د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله بنده خو تر څو ساعتونو وروسته د ځايي پوليسو په رارسېدو لاره يو ځل بيا پرانيستل � �وه. ځايي پوليسو په بېړنۍ توګه له عامو خلکو غوښتنه وکړه چې ژوبل شويو کسانو ته دې د وينې په ورکولو کې مرسته وکړي. په پاکستان کې ګڼ شمېر شنوونکي په دې اند دي، که چېرې حالات همداسې دوام وکړي او دولت يې په وړاندې بې وسه او بې کفايته وي، نو ژر ده چې د ټول پاکستان په کچه به د عامو خلکو تمه له دولت څخه بېخي وخېژي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اولس په لګښت د اساسي قانون + قومونو سپکاوی", "output": "دافغانستانيانو په ملاتړ او په المان او انګليستان کي د افغان سفارتونو په مالي لګښت جوړ و چي نه يې د پوهاند جاويد د زوکړي او نه يې هم د وفات له نېټو سره سمون درلود ، او نه خو هم يو تحقيقي علمي سيمينار ته پاته کېده ځکه د تحقيق په انډول تحقير پکښي پوره برلاسی و بې خبري که وېره؟ د افغان سفارت د پاملرنې وړ + افغانستانيان اسدالله لونګ - جرم ني دا هغه څه دي چي د يوه سيمينار په نامه يوه يوه ضيافت کي په پوره وضاحت ترسترګو کېدل . د جون دمياشتي پر څلورمه نېټه د ماځيګر پر څلورو بجو د المان د اتحادي جمهوريت د فرانکفورټ ښار ته څېرمه د مينتال په سيمه کي د ارواښاد پوهاند ډاکټر عبدالاحمد جاويد په نوم يو پرتمين ضيافت د سيمينار تر نامه لاندي د ملي کنګرې په غوښتنه دافغانستانيانو په ملاتړ او په المان او انګليستان کي د افغان سفارتونو په مالي لګښت جوړ و چي نه يې د پوهاند جاويد د زوکړي او نه يې هم د وفات له نېټو سره سم ون درلود ، او نه خو هم يو تحقيقي علمي سيمينار ته پاته کېده ځکه د تحقيق په انډول تح قير پکښي پوره برلاسی و . د پوهاند د علمي کارنامو د يادون پر ځای ساز او اواز او ترانې پکښي پرېمانه وې او د خوړو ترتيبات خو لا په اروپا کي تر کوزدو او ودونو درانه او اوچت نېول سوې وه . د ضيافت مشري د بدخشان خودمختار مبتکر افغانستاني ښاغلي بيژنپور کوله چي د ښاغلي لطيف پدرام راسته لاس جوړوي چي دافغان د نامه په اورېدو سره ښکر وباسي . ښاغلی پدرام د هيواد وې� �ني څرګنده نمونه ، دايراني او روسي پروژو تازه نفسه ځوان خدمتګار او د اوسني حاکميت او پنځه ويشت مليونه خلکو د رايو مخالف دﺉ او په ډاګه وايي چي ښاغلی کرزی که د پنځه ويشت ملينونه خلکو له خوا وټاکل سي ماته بيا هم د منلو وړ نه دﺉ . په هر صورت د جوړ شوي ضيافت په هکله : ضيافت مېرمن زهره يوسفي چلاوه او له پخوا څخه په نښه سويو خلکو له امريکا څخه تر اروپا او افغانستان پوري پکښي ګډون درلود . نابللو افغانانو پکي دګډون حق نه لاره او د ضيافت د تالار دروازې په خورا جدي توګه د ساتونکو ( سيکيوريټي ) له خوا تر څارني لاندي وې خو په ضيافت کي زما ګ� �ون زما د يوه دوست دسرخيرات بولم چي ماته يې يو کارت په تور بازار کي ترلاسه کړﺉ و . ټول هغه څه چي ما ليدلي د ويلو نه دي خو سپکېدل يې د قومو د پټېدلو نه دي دلسګونو ويناوالو په منځ کي دښاغليو سلطان سالار عزيز پور ، احمدضيا رهين ، استاد تاجک ، پروفيسور عبدالرسول رهين ، فولاديان ، ناصرپور ، پلانی پور . . . پور . . پور او يوې د يوې مېرمني په شعر کي دومره پارسي زېبا پارسي بې همتا پارسي قشنګ خوراسان کبير خراسان تاريخي خپل صفت او د نورو عيب واورېدل چي نژدې و زه هم تر سپګو ( پور ) سم ، او چيغه پرې وکړم چي ظالمانو څومره دکرکې ( پور ) ياست . په خاصه توګه دپروفيسور � �اکټر عبدالرسول رهين په مقاله چي د ( سرنوشت کتابخانه شخصي دوکتور جاويد فقيد ) تر عنوان لاندي په خلاص لاس د هيواد پښتانه او په خاصه توګه هزاره قوم دومره وراټه او جانيان يې وبلل چي ګواکي دکابل دجګړو انسان وژني پوهنتون تړلو او د استاد دکتابتون چپاول له يوه مخه ددوی و او ددوی تر څنګ يې دامر صاحب احمدشا مسعود نوم په دومره بې سارې دبدبه او برم اخسته چي هر ځل به ې د سالار شهيدا او سالار اسلام لقب ورکاوه ، بس دومره پاته سوه چي هيله وکړي د ضيافت په پرېکړه ليک کي دي امير صاحب ته د پيغمبرۍ � �قب ورکړه سي . ځکه داستاد څو کتابونه يې پنجشېر ته له ځان سره وړي وه . د پښتنو او هزاره ګانو دغه سپکاوي ته په المان کي د افغانستان لوی سفير ښاغلی ناصر ضيا او په لندن کي دافغان سفير لمړی مرستيال ښاغلی ډاکټر سيد اکبر هم ناست وو او په پوره انداز يې فخر خرڅاوه چي ګواکي ضيافت خو ددوﺉ په جېب چليږي او اصلي وياړ خو يې له دوی سره خوندي دﺉ . دابه البته ترې هېر وه چي دوﺉ ددولت رسمي مامو� �ين دي او اصولآ دقانون له مخي حق نه لري په داسي ضيافتونو پيسې ولګوي او ګډون پکښي وکړي چي هلته هر څوک په خلاصو لاسونو په هيواد کي د ميشتو قومونو سپکاوﺉ او بې عزتي کوي ، کنه ضرور به له ضيافت څخه وتلي وه او يا خو به يې دا ډول ويناکوونکو ته ويل چي ګرانه ضيافت زموږ له جېبه نه ، بلکي د ملت له جېبه جوړ سوی ، د ملت او قانون په وړاندي چټياټ مه وايه . د ښاغلي ډاکټر عبدالرسول رهين د وينا په اورېدو سره مي پرېکړه وکړه چي پټه خوله پاته کېدل ګنا بولم يو څه بايد د ضيافت له منځه وليکم او د خپلو غوښتنو تر څنګ يې د هيواد مشرتابه ته وړاندي کړم . خو لمړﺉ يوه لنډه يادونه د فقيد ډاکټر عبدالاحمد جاويد په اړه : پوهاند جاويد زما له اړخه دوه اړخيزه شخصيت لاره ، لمړﺉ علمي او ادبي شخصيت او د ارواښاد جاويد سياسي شخصيت او دريځ . له لومړۍ برخي سره پوره موافقت لرم ځکه په رښتيا هم استاد جاويد دپارسي ژبي يو نوميالی ليکوال څېړونکی اواستاد و چي پالل يې په هيڅ وجه يوازي په پارسي ژبو پوري اړه نه لري بلکي موږ يې هم په پا� �لو او ستايلو نه يوازي خوشالېږو بلکي ملاتړ يې هم کوو . مګر د پوهاند جاويد سياسي شخصيت په همېشنۍ توګه تر پوښتنو لاندي و ځکه د څ� �وېښتمو کلونو په اوږدو کي له ايران څخه هيواد ته په راستنېدو يې د افغانستان له نامه سره له هماغه شروع څخه نيم پټ او نيم ښکاره مخالفت پيل کړ او دافغانستان پر ځای يې خراسان ډېر خوښېده چي په هيواد کي دډېرو پخو روڼ اندو په فکر پورتنۍ نظريې د ايراني ستراتيژۍ يوه برخه جوړوله چي په هيخ قيمت د هيواد او هيوادوالو په خير نه وه . استاد جاويد نه يوازي د ژوندانه تر پايه دغي نظريې ته وفادار پاته شو ، بلکي په دې لاره کي يې پرېمانه شاګردان وروزله چي دملي کنګرې غړي او افغانستانيان يې ښه نمونه ده چي د هيواد ويشني او ايران پالني په سياست پوره سمبال او په اوسنيو هڅو کي يې د هيواد مځکنۍ بشپړتيا او دافغان ملت نوم تر سوال لاندي دﺉ چي له بده مرغه ددوی په ابتکار ددا ډول غونډو په جوړولو کي ددوی ( افغانستانيانو ) برلاسی د خپل مشرتابه په خاصه توګه جلالتماب کرزي او ښاغلی رنګين دادفر سپنتا بې خبري وبولم که ناڅرګنده وېره ، اويا خو هم هغه د مور او ميرې چلند نوم و� �کړم . لږ په پام سره : کلونه وړاندي د مساپرۍ او کډوالۍ په دنيا کي له هيواد څخه ليري زموږ دوه سياسي علمي او فرهنګي سټي دڅو ورځو په فرق يو له بل پسي په انګليستان کي له نړۍ سترګي پټې کړې چي يو يې دافغانستان لوی سياسي شخصيت ا� �واښاد عزيز نعيم او بل هم ارواښاد عبدالاحمد جاويد و . د خداﺉ پاک په دربار کي دواړو يو شان کفنونه لرل خو د جلالتماب کرزي صاحب او ډاکټر عبدالله په دربارکي تفاوت وګورﺉ . د فقيد جاويدمړﺉ په پوره برم او دبدبه په انګليستان کي دافغانستان د سفارت له لوري نمانځل کيږي . ختمونه او خيراتونه پسي کيږ ي او تابوت يې په ګلونو پټ هيواد ته لېږدول کيږي چي له پيل تر پايه ټول مالي لګښت يې په انګليستان کي دافغانستان لوﺉ سفارت په غاړه اخلي ، خو له بده مرغه دهیواد د ملي شخصيت ارواښاد عزيز نعيم جنازه د خداﺉ بخښلي د څو تنو دوستانو په منځ کي د هغه د بوډۍ مېرمني په ناتوانه اوږو هيواد ته استول کيږ ي. جلالتماب کرزﺉ ستاسو په دربار کي دومره لو ﺉ تفاوت ستاسو کمزوري وګڼو ياستاسو بې خبري ؟ ا� �واښادعزيز نعيم خو به نه خلقي و او نه طالب يا ترهګر . کلونه وروسته د څو ورځو په فرق د هيواد د نامتو ليکوال څېړونکي او سياستپوه خداﺉ بخښلي کانديد اکاډيميسن محمد صديق روهي امانت جسد لس کاله وروسته له جرمني څخه د څو تنو فرهنګيانو د بچيو دډوډۍ په بيه وطن ته لېږدول کيږي او دارواښاد روهي د مېرمني په ضعيفه � �اسونو پخه سوې حلوا په ترکي ډوډۍ کي چاته رسيږي نه ، خو بيا همدلته په جرمني کي دافغانستان د سفارت په مالي لګښت دارواښاد جاويد په نامه پرتمين ضيافت جوړيږي په لسګونو زره يورو خرڅيږي ، له نورو هيوادونو څخه راغليو مېلمنو ته په هوټلونو کي کوټې نيول کيږ ي او حتی د الوتکو دټکټونو بندوبست کيږي ، درنګينو خوراکونو او څښاکو به څه وليکم ؟ يو ځل بيا جلالتماب کرزﺉ اود بهرنيو چارو وزيز ښاغلی رنګين دادفر سپنتا! اجازه راکوﺉ چي وپوښتم ! بې خبره ياست که وېرېږﺉ !؟ ايا په هغه ورځ چي دارواښاد روهي په ياد په جرمني کي غونډه وه ستاسو سفارت دلته تړلی و ؟ ښاغ� �ی ډاکټر رنګين سپنتا ! په المان کي د افغانستان لوی سفير ښاغلي ناصر ضيا دغه افغانۍ له جېبه خ� �څي کړي او که زموږ د ايرانۍ ورېنداري په سپارښتنه د ملت له جېبه څخه . ايا له ښاغلي نا صر ضيا او ښاغلي سيد اکبر زېوري څخه پوښتلاﺉ سی چي دوی د ملت سفيران دي او که د زړې شورا نظار او نوي کنګره ملي غړي ؟ دوﺉ دکوم حق له مخي ددا� �ول ضيافتونو خرڅ و رکوي او ګډون پکښي کوي ، چيري چي قومونه بې عزته کيږ ي، د اساسي قانون ضد څرګندوني کيږي او په لسګونه ځلي دافغان او افغانستان په نامه ملنډي وهل کيږي ، حساب راتلونکی او دتاريخ سينه ډېره پراخه ده . دارواښاد ډاکټر جاويد په ياد دغونډواو سيمينارونو د جوړولو نه يوازي مخالف نه يو ، بلکي ملاتړ يې هم کوو . فقيد جاويد د يوه فرهنګي او اديب په توګه پر موږ ټولوحق لاره او � �ري يې ، مګر دارواښاد جاويد په نامه د افغانستانيانو په غوښتنه د ولس په پيسو د دا ډول غونډو د جوړېدو له ام� �ه چي مشهور افغان دښمنه ، ايران پ� �وه پيژندپور پکښي دهيواد او افغان ملت پر ضد خپله سياسي فانتازي ويشي ،نه يوازي پو� �ه مخالف يو ، بلکي ستاسو په وړاندي احتجاج هم کوم . جناب کرزی او ښاغلی سپنتا ! که ددا� �ول غونډو او ضيافتونو مخنيوی دغربي دموکراسۍ خلاف عمل بولی ، لږ تر لږه خپلو سفيرانو ته ويلای سی چي د ملت له جېبه خرڅ مه ورته کوﺉ . په پای کي د ضيافت د پرېکړه ليک د يوې مادې دغوښتني له مخي زه هم د يو افغان په توګه هيله کوم چي دپوهاند جاويد علمي شخصيت ته د درناوي په خاطر دي يوه لېسه د جاويد په نوم ونومول سي . په رښتيا هم د شرم او خجالت ځای دﺉ چي دهيواد په شمال کي د سقاو د زوﺉ په نامه ( لېسه امير حبيب الله کلکاني ) لرو ، چي نه يوازي يې ليک لوست نه و زده ، بلکي عملآ د علم ، ادب ، فرهنګ او پرمختګ ضد يوه خيرنه څېره وه . مګر د پوهاند جاويد په نامه هيڅ نه لرو . که د( ليسه حبيب الله کلکاني ) پر ځای ( لېسه پوهاند ډاکټر عبدالاحمد جاويد ) وليکل � �ي دا به د ټولو د پاره دتايد وړ خبره وي او افغانستانيان به هم پرې سرټيټي نه وي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ارزګان په ولايت کي د نوم ليکني ددفتر پر مامورينو بريد", "output": "تېره ورځ تېر ماسپښين د اروزګان ولايت دچارچينو ولسوالۍ ديخدان په کلي کې نوم ليکني مامورين ديوه وسلوال کمين په ترڅ کې دوه نفره وژل شوي اوڅلور موټر يې سوځېدلي دي . په کندهار کې دانتخاباتو دګډکميسون مشر ډاکتر همايون په دې اړه دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل . پرون ورځ چې دچارچينو ولسوالي ديخدان په کلي کې زموږ کارکونکو ته چې دوسلوالو کسانو له کمين نيول شوى وه په هغه کې دوه نفره چې يويې د ټرينيګ افسر اوبل يې ډريوروه وژل شوي او خلور موټره سوځول شوي دي . دنوموړي دفتر دسکيورټي مشرپيټر په دې ړه دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل: د اروزګان ولايت دچارچينو ولسوالي دې پيښې چې زموږ دوه نفره په کې وژل شوي دي دابه زموږ په کارهيڅ اغېزه وانه چوي . نوموړي زياته کړه :موږ له خلکو هيله کو چې داګست تر ١٥پنځلسمې پورې ځانونه ثبت کړي چې وروسته به يې داچانس له لاسه ووزي .ديادولوړده چې په دې وروستيو کې دادوهمه پيښه ده چې په نوموړي ولايت کې پيښږې مخکې هغه وګړي چې ځانونه يې ثبت کړي ا ود رايي اچولو کاټونه يې اخيستي وه وسلوالو کسانو وتښتول او دهزار بوس په سيمه کې چې دزبل ولايت ددايچوپان سره څيرمه ده ١٥کسه وژلي وه اودا دوهمه پيښه ده چې راسا دټولټاکنو دکميسون پر مامورينو سرته رسيږي ځايي چارواکي وايي چې دوى دپيښې په اړه پلټنه کوي روزګان والي په دېاړه دبينوا ويبپاڼې خبريال ته وويل :موږ دامهال په دغه سيمه کې عمليات شروع کړي دي سيمه موټوله محاصره کړې ده اوده عمليات يواځې دملي اردوعسکر کوي اوسه پورې دعملياتو يه اړه څه نه شم ويلي خووروسته به معلوميږي اوس لاسرې وخت دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وصيت", "output": "&n; bsp; څو کاله وړاندې يو ناروغ سره دپيښور مشهور روغتون(ليډي ريډينګ هسپتال) ته تللى وم،زه خپل ناروغ سره دعاجلو مريضانو په وارډ کې ولاړوم چې ناڅاپه مې سترګې پر يوه تذکيره ولګيدي چې يو لس کلن ښکلى اوزړه راښکونکى هلک پکې پروت وو،او له خولې څخه يي سپين زګونه دګريوان اوغړۍ پر لور روان وو،ژبه يي بنده شوې وه،سترګې يي رڼې رڼې دورور اومور خواته غړولې او له سترګويي دسپينو ملغلرو په څير ځليدونکي اوښکي بهيدلې ،زه اوزما په څير ډير خلک له تذکيرې اوپه هغي کې له پروت ماشوم څخه راټول شول.هرچا دماشوم دناروغۍ په باب دهلک له مور اوورور څخه بي� �ابيلې پوښتنې کولې ،هغوي هم دهرچاپوښتنوته مناسب ځواب ورکاوه،دراټولوشوخلکوپوښتنواودماشوم دمور اوورور ځوابونو لادوام درلوده چې پدې کې دوارډمسول ډاکټرهم دهلک خواته راورسيده دناروغ دحالت پرليدو خفه شو خوسمدستي يي دهلک ورور ته مخ کړ اوورڅخه يي وپوښتل دهلک نوم څه دى او څه پرې شوي ؟هغه ځواب ورکړاحمد نوميږي او ليوني سپي داړلى.ډاکټر څومره وخت کيږي ؟ دري مياشتې کيږي.ډاکټردليوني سپي ضدواکسين موورته کړي؟نه هلته په کلي کې واکسين نه پيداکيدل او موږهم دا فکر ونه کړ چې سپى به ليونى وي اوزما وروربه له يوداسې بدحالت سره م خامخ کيږي،که موږپردي خبر وايي چې زما ګلالى وروربه داسې کيږي نوموږبه هرهغه څه کړى واي چې په څه دده ژوند بچ کيداي شوخو افسوس چې هيڅ ونشول .ډاکټرورته وويل ورورجانه اوس دخبرو وخت ندى اوبايدچې ناروغ يوې تو� �تم خوني ته ورسوي څودخپل ژوند پاتي يويا نيم ساعت په ارام تيرکړ ي ځکه چې دغه ډول ناروغان پدغسي حالاتوکې له � �ڼا څخه ويريږي اوډير ناارامه وي ،دډاکټردخبروسره موږهم ماشوم دتورتم کوټې پر لور روان کړ کله چې دکوټې ور ته دننه شو نو په ريښتيا هم تورتم خونه اوداسې تياره پکې وه چې موږ په اسانه يوبل نشوپيژندلى .کوم کسان چې دهلک خواته ولاړوسترګې يي له اوښکو ډکې وي ،دماشوم په ښکلا اوهغه ته په ورپيښې ناروغۍ يي ژړلي .خداي شته چې زه هم � �ير پريشان وم خودڅوپوښتنولپاره داحمد ورورته ورنزدي شوم اوپه څنګ کې يي ودريدم.لومړى مې تري وپوښتل خبري يي څه وخت بندې کړي اوله خولې يي کله زګونه پيل شول؟وروريي ځواب راکړ کله چې روغتون ته داخل شو نو يوڅوخبرې يي وکړي اودغه حالت پرې راغى.بيامې وپوښتل ښه څه يي وويل ؟هغه وويل کوچني ورور مې راته وصيت وکړ چي دىدپاتې ندى بايد دهغه دښونځي کتابونه يي هغوملګرو ته ورکړي چې څوک دکتابونوداخستلووس نه لري،دجامولپاره يي هم راته يوغريب ملګرى وښوده چې بايدټولې جامې يي هغه ته ورکړو،دايي هم وويل چې مورسره يي يوڅه روپۍ له هغوپيسوڅخه جمع کړې چې کومې به هره ورځ دمشر ورور لخوا ښونځي ته دتللوپر مهال ورکول کيدلي هغه ټولې دې ورپسې خيرات شي اوترټولوم همه يي داخبره وکړه چې بايد پر کوچنيوورونومې تعليم وکړو څوهغوي دپوهې پر ګاڼه سمبال شي او ښه ژوند ولري،موږ � �ا داحمد له ورور څخه دهغه له خوا شوي وصيتونه اوريدل چې د احمد له خولې مو څولنډې سلګۍ تر غوږو شوې اودهمدغوس� �ګيوڅخه وروسته احمد دمرګ پريښتې ته خپل روح وسپاره او پوريي پري کړ ،"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کوفې چاودنې مرګ ژوبله ۸۹ تنو ته ورسېده", "output": "بغداد: د کوفې د پرونۍ چاودنې د مرګ ژوبلې شمېره ۸۹ تنو ته ورسېده. د کوفې د امنیتي چارواکو په وینا، په چاودنه کې ۵۱ تنه وژل شوي او د ۳۹ په شاوخوا کې ټپیان شویدي. په وژل � �ویو کسانو کې ۱۲ تنه اېراني سېلانیان دي. د العالم عربي ژبې تلویزیوني شبکې د خبر پر بنسټ، په ټپیانو کې هم ۲۲ تنه اېرانیان تر سترګو کیږي. امنیتي چارواکو ددغه بمي برید پړه د صدام حسین او زرقاوي پر پلویانو اچولې ده. دغه چاودنه تېره ورځ د کوفې ښار مینم تمار زیارت ته څېرمه شوېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل ﻻېې حسن يو په دوه شي چه ګل وټومبي اوربل کې ﻻېې سرې منګلې سرې شي چې بنګړي کړي په منګل کې که موټراوکه جاېداد،او که بنګلې وي بې له تا نه ماته ټوله دنيا هېڅ ده ستا ددو سترګو بدل کې خنداګانې اداګانې او سپوږمئ ګوته په خوله شو هم بې واره بې ترتيب شو ستا ديو نظر کتل کې اوس به حورې اوحسېنې ځانله سرې لوپټې ګوري ځکه ستا مخ ېې لېدلی په پړونې د ململ کې تاته هېڅ په ائېنه کې د کتو ضرورت نشته راشه وګوره ښايست خپل د ،ظفر، په دې غزل کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د خواشینۍ پیغام", "output": "په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د خواشینۍ پیغام د ۲۰۰۶ کال د اپریل ۷ يوه بل خواشینوونکي خبر مو زړونه ودردول . خبر شوو چي د هیواد یو بل افغان بچی ارواپوه، لیکوال او شاعرډاکټر کبیر ستوري د تل لپاره له دې نیمګړی دونیا وکوچید. لوی څښتن دي یې جنتونه په برخه کړي . ارواښاد ستوری د پښتون قام او ټول افغان اولس ته د خدمت کولو هیلي له ځان سره یوړې .موږ په داسي حال کي چي دد تیرو هلوځلو ته په درنه سترګه ګورو، نوموړي ته د جنتونو او د اروا د ښادۍ دوعا کوو او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړو. په درنښت افغاني کلتوري ټولنه / هالنډ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سوات کې دبودا مجسمه تخریب شوه", "output": "د خبرونو مطابق په سوات کې د بودا مجسمه په بمونو الوزول شوې دا خبره دسوات دموزيم مشر وکړه نوموړي وويل څو ځله پخوا هم ددې مجسمې د و رانېدو هڅې شوې وې دا مجسمه چې ٤٠ متره اوږدوالی لري سر او پښې يې په مکمل ډول تخريب شوي دي تر اوسه هيچا ددې پيښې زمه پ غاړه نه ده اخيستې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نوي کال په ياد", "output": "کال به نوې شي او اونې پاڼي وکړيهسکو ونو کې ټول زاڼۍ ځالې وکړيد سنځلو ونۍ سپينې ښکلي ښکاريسپين غرهم بيا پر ګي مماڼۍ وکړيکه بياهم دشين سهارمحال کې لم� �بياسپيدداروباندې سپينې وړانګۍ وکړيکه نسيم په خندا راشي پاس په ونونارنج ګل ته زيرۍ راوړي د خند� �وکه بورا بياپه اهنګ د ګل په مخ کېراڅر خيږي اد ګانې کړي په ګلوارغوان او ريدي ګل زمونږد غ� �ونوښايسته ښکاري نارنج ګل زمونږد ونوزه به بيا هم د ملکو نو مساپر يمنوې کال کې دې شيبو نه ناخبر يم� �اس به پورته کړم دوعاد سولې غواړمنوې کال کې به مې خپل همزولې غواړمحفيظ وايي بيا د خپل وطن په خيال کېم بارک ټو لو ته و ايم نوې کال کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عبدالله عبدالله: خوشاله يم چې کرزى مناظرې ته چمتو شوى", "output": "د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله اعلان وکړ، ولسمشر حامد کرزى له نوموړي سره د ټلويزيوني مناظرې لپاره چمتووالى نلري. د عبدالله په وينا د ټلويزيوني مناظرې لپاره به د کرزي دغه چمتووالى د نوماندانو له کاري پروګامونو د خلکو پوهاوى او د هغوى پياوړتيا وي. په عين حال کې د کرزي بل سيال اشرف غني احمدزى وايي: کرزى نشي کولاى له نوموړي سره مناظرې ته مخ شرط وټاکي. د ولسمشرۍ ټاکنو دوه تنه نوماندان اشرف غني احمدزى او داکتر عبدالله عبدالله له حامدکرزي د مناظرې لپاره د مهال د ټاکل کېدو تمه کوي. په همد حال کې عبدالله د ځان پر وړاندې په ټلويزيوني مناظ� �ه کې د کرزي د مثبت ځواب له ورکولو خوشبينه دى او اشرف غني احمدزى چې د حامد کرزي بل پياوړى سيال دى د مناظرې � �پاره د کرزي له لوري هېڅ ډو مخ شرط نه مني. له دغو دوو ټاکنيزو سيالانو سره د مناظرې لپاره د ولسمشر حامد ک� �زي د چمتووالي اعلان په داسې حال کې دى چې نوموړي له دې وړاندې ويلي: څه ډول له داسې نوماند سره مناظره وکړي چې بهرنى پاسپورت يې لرې کړى او د هېواد د مشرۍ لپاره سيالۍ ته چمتو شوى. د ولسمشر له دې ويناوو داسې برېښي چې کرزى له دغو دوو ټاکنيوزو سيالانو سره د ټلوزيوني مناظرې د ګدون لپاره شک لري. په همدې حال کې د کرزي ټاکنيز سيالان په دې مناظره کې د کرزي نشتون د نوموړي د پروګرام نه درلودل بولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست لوبغاړي او دپوليو په ضد کمپاين يې", "output": "په خوست ولايت کې لوبغاړي پيغامونه خپاره وي.د افغانستان په جنوب ختيځ خوست ولايت دکرکټ لوبغاړو د دغې لوبو ټورنمنټ پيل کړۍ دۍ او موخه يې دا ده چې دوي خلکو د پوليو(ګوزڼ) په هکله معلومات ورکړي او ددغي ناروغي پرضد له واکسينونه يې خبر کړي. له دغو لوبغاړو سره دا پروګرام دافغانستان عامي روعتيا وزارت پيل کړۍ دۍ. د سيمي خلکو هر ښکلۍ کړۍ دۍ او ډير با ازښته بولي،دخوست ولايت يو تن اوسيدونکي ډاکتر هيواد هيمت بينوا ته وه ويل چې يو خو به پدي سره ډيرۍ خلک له د ګوزن (پوليو) د ناروغۍ په اړه معلومات تر لاسه کړي له بل پلوه دا لوي نوښـت دۍ چې لوبغاړي يي تر سره کوي. د ده په خبره دغو لوبغاړو څه موده وړاندي دوه ځلي افغانستان ته ستر ستر افتخارونه راوړل او دا ځل خلکو ته داسې تبليع کوي چې خلک ورته پورا اړتيا لري.ډاکترهيواد هيمت دام وه ويل چې د دوي خبرتياوي ځکه ښه تاثيرکولاي شي چې دغه � �وبغاړي په سيمه او نړۍ کي ښه نوم او ډير عزت لري، او خبرتياوي به يې ښې پايلي ولري.دا لوبغاړي چې د پنځو ورځو � �پاره يې ټورنمنټ جوړکړۍ دي په خپل لباس يې داسي ليکني کړيدي چې خلکوته د نومړي ناروغي په اړوند بيلا بيل معلوم ات ورکوي.دا د ترڅنګ دلوبې د ميدان په څنډو کې هم په رنجو(بينارونو) د ګوزڼ ناروغي په اړوند ليکل � �ويدي.د خوست ولايت د المپيک رياست مشرملنګ د دغې ګام هرکلۍ کړيدي او له روغتيا وزارت نه يې مننه وکړه.د کرکټ دا لوبغاړي د افغانستان د ملې لوبډلي لوبغاړي دي چې مشر يې د خوست ولايت دۍ .د غو لوبغاړو څه موده وړاندي په کويت او لندن کې څو ستر ستر کپونه هم وګټل چې هيواد ته په راتلو سره يې لوي هرکلۍ وشو.څيړونکې وايې که داسي پروګرامونو ته پام او وده ورکړل شي،ښې پايلي لرلايې شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پرویز مشرف: د حامد کرزي په دفتر کې د ای اس ای اجنټان موجو دي", "output": "رپوټ: نتکۍ د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف په خپله یوه نوي مرکه کې د افغانستان دولسمشر حامد کرزي په دفتر، په نورو افغان حکومتي ادارو او حتی د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې د اې اس اې استخباراتي شبکې د اجنټانو د موجودیت خبر ورکړ. نوموړي دغه څرګندوني په لندن کې له سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې وکړي. دا لومړی ځل دی چې یو پاکستانی عالي رتبه چارواکی د افغان ولسمشر په دفتر کې د پاکستان د بدنامې استخباراتي ادارې د کارمندانو د شتون خبر ورکوي. جنرال مشرف په ورته وخت کې افغانستان د هند له اغیزې یو متاثر هیواد په ګوتو کړی او زیاته کړي یې ده چې د هند استخبارات او حکومت هم د افغانستان په دننه کې فعالیت کوي او موخه یې د پاکستان پر ضد تحرکات دي. جنرال مشرف دا و نه ویل چې د پاکستان استخبارات د څخه په منظور د افغانستان په حکومتي ادارو کې جرړې لري خو تر ډیره بریده یې افغان حکومت د هند تر اغیزې لاندي وبلل. نوموړي دا هم وویل چې ای اس ای د نړۍ په هره ترهګریزه ډله کې د داخلیدو اجازه لري او کولای شي چې په ډیري اسانۍ سره له هرې ترهګرې ډلي سره که هغه القاعده وي که طالبان او یا کومه بله ډله سازش او ملګرتیا وکړي خو دا یې و نه ویل چې ایا اوس هم دغه اداره له طالبانو سره مرسته کوي که څنګه . نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې دا هم ویلي چې افغانستان د هند یوه خاموشه مستعمره ده چې نوی ډهلی له دغه ځایه د پاکستان پر ضد خپل عملیات پلانوي او تر سره کوي یې. مشرف وویل چې په افغانستان کې د هند د استخاباراتو د موجودیت په اړه مستند شواهد وسره موجود دي. مشرف افغانستان د بهرنیو سرتیرو راتګ د افغانانو د غوښتنې خلاف یو عمل وبلل چې د نوموړي پر وینا اوس د هغه د خبرو ثبوت د ا فغانستان حالات دي. جنرال مشرف د مرکې پر مهال"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سپينه ماڼۍ:جان نيکروپونتي پاکستان ته ځي", "output": "ټاکل شوي چې د امريکې د باندنيو چارو د وزارت مرستيال جان نيکروپونتي John Negroponte را روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي .سپينه ماڼۍ واېې چې ټاکل � �وي ده ښاغلی پونتي او ورسره عالی رتبه امريکاېې پلاوی په اسلام آباد کې له ولسمشر جنرال پرويز مشرف، لو مړي وزير يوسف رضا گيلاني او د باندنيو چارو وزير محمود قريشي سره وگوري. ويل کيږي نوموړی به په دې ليدو کتو کې د پاکستاني حکومت او قبايلي طالبانو تر منځ د سولي په شوي تړون هم خبري وکړي .سپيني ماڼۍ � �ا دوخته ويلي چې دوي د پاکستاني حکومت په دې کار سخته انديښنه لري او دا يو پر ځای عمل نه دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کشمير کې د يخني له امله ٥ ماشومان مړه شول", "output": "د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د روغتيا د چارواکو په وينا د تېر کال د زلزلې له امله د بې کوره شوو کسانو په يوه کمپ کې د تېرو درو ورځو د سختې يخنې له امله دغو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. په کشمير کې له سختې يخنۍ سره_سره د تېر کال زلزله ځپلې اوس هم تر خيمو لاندې ژوند کوي. روغتياې چارواکې وايې چې اوس د درملو او توکو له رارسېدو سره سم حالات تر کنترول لاندې راغلي. تېر کال د زلزلې له امله شاوخوا ٣٥ لکه کسان بې کوره شوي وو. د حکومت په وينا سږ کال يوازې ٣٥ زره کسان تر خيمو لاندې ژوند کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هیواد په یواځینۍ ستره فابریکه راکټي برید شوی دی", "output": "تيره شپه په هيواد كي د ګازودتصفيه يواځيني فابريكه باندي په جوزجان ولايت كي راكټي بريد لاندي ترسره سو دجوزجان ولايت دام نيه قومندان ددي حمله په تايد سره دهغه پړه ددولت پر مخالفينو وواچوله اماتر اوسه پوري ددي حمله پړه چاپه پرغاړه اخيستي ندهدامنيه قومندان زياده كړه څه ددي حمله په پايله كي دي فاپريكه ته كوم زيان رسيد� �ي نه دی اما كه راكټ ددي فابريكې پر ګازي تاسيساتو لګيدلي وي ډيره خساره به ئې دي فابريكه او دشبرغان ښار خ� �كوته اړه ولې وايدجرقدق دګازو فابريكه چي دفارياب ولايت مركز دشبرغان ښار لوديځه برخه كي پرته ده په هيوادكي يواځيني دګازو دتصفيه فابريكه ده چي ديرش كاله مخكي دوقت داتحاد جماهر شوري هيواد لخوا جوړه سويده چي اوسمهال هم ددي فابريكه دتصفيه شوي ګازونه په مزارشريف كي دكود اوبرق په فابريكه كي او دجوزجان ښاريان ترينه ګټه اخليهمدارنګه دجوزجان ولايت دامنيه قومندان په دي ولايت كي دپوليسو دځواكونو د كموالي نه شكايت اوكړ اوزیاته ئې کړه چي ډيره ګرانه ده چي په داسي حال كي چي په ګاوندي ولايت فارياب كي دطالبان ځالي په جوړيدودي او ددي ولايت څو ولسوالۍ هم دګواښونو لاندي دي موږ وكولي سو حي ددي ولايت تاسيسات هم په ښه توګه و ساتو هغه و ويل چي موږ دپوليسو دځواكونو د ډير والي غوښتونكي سوي يو اما تر اوسه پوري موږ ته ځواب ندی راکړه شوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان خبریال پرویز کامبخش په 20 کاله تنفیظي بند محکوم شو", "output": "افغان خبریال پرویز کام بخش پرون د یوې کورنۍ محکمې له خوا اسلام ته د سپکاوی په جرم په 20 کاله تنفیظي بند محکوم شو . کامبخش څه باندی یو کال دمخه د قاضیانو پر وینا اسلام ته یوې سپکی مقالی په خپرولو تورن شوی وو چی سمدستي په بلخ کې ونیول شو. کامبخش وویل: د محکمې فیصله عادلانه نه ده او زه د هغوي له فیصلې کومه ویره هم نه لرمه.د نوموړي مدافع وکیل ښاغلی نورستاني هم د کامبخش په اړه د محکمې اورول شوي حکم بي اساسه او ناسم په گوتو کړ . د کامبخش د محکمی بهير"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بدخشان کې د انتقالي عدالت تر نامه لاندي تیاتري ننداره", "output": "دانتقالي عدالت ترعنوان � �اندي تياتري ننداره پرون ديوناما ددفتر اودبشردجقوقو دخپلواک کميسيون په مرسته دبدخشان په ولايت کي جوړه � �وه . په دي ننداره کي ممثلينو دښځو اوماشومانو په گډون دشهيدانو دعسکونو، ډله ييزوقبرونواودبشرپه ح� �وقو باندي دتيري دمواردوپه ښودلو سره په هيواد کي دعدالت دتطبيق غوښتنه وکړه. په ولسي جرگه کي دبدخشان و� �ايت دخلکو استازي ډاکتر صبغت الله خاکساري چي ددغي ننداري يوتن ننداره کوونکي وو د دې ډول تیاتری نندارو جوړولو پر ځای کار وباله ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جوزجان: طالبانو د خپل نیول شوي مشر د عاجل خلاصون غږ کړی", "output": "میرویس جلالزی طالب وسله والو په جوزجان ولایت کې د خپل نیول شوي قوماندان ملا شیر محمد اخند د خلاصون عاج� �ه غوښتنه کړي ده.امنیتي ارګانونو نوموړی قوماندان پرون له یوه اوږده تعقیب وروسته ونیوه.په ملا شیرمحمد اخند تور دی چې په سرپل او جوزجان ولایت کې یې د طالبانو کړنې سمبالولي او په ګڼو بمي چاودنو او چریکي عملیاتو کې یې لاس درلود..د شیرمحمد تر نیول کیدو وروسته د سیمې طالبانو د یوه قومي مشر زوی تښتولی او ګواښ یې کړی چې که ملاشیرمحمد آزاد نه کړای شي نو د دغه هلک سر به له تن څخه ورته بیل کړي.د جوزجان ولایتي چارواکو تر اوسه د طالبانو دغې غوښتنې ته د هو ځواب نه دی ورکړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د موسي کلا د ولسوال پر کور بريد شوی", "output": "د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ ولسوال وایې چې د چهارشنبې په شپه یوې ډلي وسله والو کسانو د هغه په کور برید کړی او جګړې یو نیم ساعت دوام درلود.د موسی کلا و� �سوالۍ ولسوال ملاعبدالسلام بینواویب پاڼې ته وویل چې په دې جګړه کې ورته ځیان ندی رسیدلی خو د کور ځیني برخي یې ځیانمني شوي دي.ملاعبدالسلام له تیري یوې میاشتي را پدې خوا د طالبانو له لیکو جلا شوی او دا ګړۍ یې له حکومت س� �ه ژمنه کړي چې اساسي قانون ته درناوی لري .ښاغلي سلام وویل چې ګمان کوي په دې برید کې به بهرني اورپکي هم ښکیل ول خو دی نه پوهیږي چې د ساتونکو په ځوابي برید کې به یې څو تنه برید کونکي وژل شوي وي .دا د موسي کلا ولسوالۍ � �ه تصرف را وروسته پر ملاعبدالسلام لومړی برید بلل شوی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات:په شينډنډ کې په لاریون کونکو ډزي شوي، مرگ ژوبله شوي", "output": "د هرات ولایت د شينډنډ و� �سوالۍ د وروستۍ خونړۍ پيښي وروسته د شنبې پر مهال گڼ شمیر قهرجن شينډنډیان لارو کوڅو ته را ووتل او د کندهار هرات لویه لاره ېې د ترافیکو پر مخ وتړله . لاریون کونکي وايي چې د هغه پلاوي ساتونکوو پر دوي � �زي کړي چې د ولسمشر په دستور سیمی ته ور روان وو .عینی شاهدان په دې ډزو کې د یو کس د وژل کیدو او یو بل د ژوبل کیدو خبر ورکړ. لاریون کونکووویل چې دوی به تر هغو خپلواعتراضاتو ته دوام ورکوي تر څو چې نړیوال برید کونکي نه وي محاکمه شوي . د ایتلافی ځواکونو په دې برید کې 92 تنه ولسي شينډنډيان وژل شوي وو. کرزی او برون"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان کډوالو مېرمنو په ژوند جوړشوى نوى مستند فلم", "output": "د افغان کډوالو مېرمنو په ژوند جوړشوى نوى مستند فلم پېښور کې نندارې ته وړاندې شو يوې پاکستانۍ پښتوژپې فلم جوړونکې ثمرمن الله د(درپه در) په نوم يومستندفلم دافغان کډوالومېرمنوپه ژوندجوړکړى دزمري ٥مه پېښور :: ننداره يوې پاکستانۍ پښتوژپې فلم جوړونکې ثمرمن الله د(درپه در) په نوم يومستندفلم دافغان کډوالومېرمنوپه ژوندجوړکړى دزمري په ٣مه دپېښورپرس کلب کې دخبريالانوپه وړاندې نندارې ته وړاندې کړ په دې مستندفلم کې دافغان کډوالومېرمنودژوندترخې شپې اوورځې انځورې شوې دي نوموړى فلم صوبه سرحدکې دافغان کډوالوپه بيلابيلوکيمپونوکې اودکوهاټ په شين ډنډ په کيمپ کې ډک شوى چې ډېرې تراژيدي اوخندونکي صحنې لري ددرپه درفلم په ليدوکه هرڅومره سخت زړى انسان بياهم ژړيږي _په دغه فلم کې افغان مېرمنې په تېرو پنځه ويشتوکالونو کې پرې تيرشوي بد وختونه يادوي _ دفلم ليکواله او جوړونکې ثمر من الله وايي په نزدې راتلونکې کې به کاپل ته لاړه شي او هورې به خپل فلم نندارې ته وړاندې کړي _ نوموړې بې نوا ته وويل (( ما د افغان مېرمنو په ژوندباندې پخوا هم ډېرې ليکنې کړي ...خو دا مې لومړى مستند فلم دى خو غواړم چې د افغانانو په ژوند باندې نور مستندفلمونه هم جوړ کړم _)) نوموړى فلم چې په درې پنځوسو د قيقو باندې اډاڼه لري د وياندې ژبه پکې انګليسي ده خو افغان مېرمنې پکې په پښتو ژپه خبرې کوي _ ثمر من الله د امريکا په يوپوهنتون کې د (ايم فل )ډيګري اخيستې اوله درپه در نه وړاندې يې په سوره اونورو پښتنو دودونو باندې ځيني نور مستند فلمونه هم جوړ کړي دي _ نوموړې بېنوا ته وويل (( په پاکستان کې هم دا اوس دافغان مېرمنو ژوند د اندېښنې وړ دى _ اوددرپه در په شان مستند فلمونه دنړېوالو پاملرنه ددوى لوري ته اړولى شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پښتو اوس د ګوګل ژبه هم شوه", "output": "په روانه اونۍ کې ګوګل Google د خپل پراخ څو ژبنيز پروګرام په ترڅ کې پښتو هم د همدې ماشين د لټون ژبه کړه. د نړۍ له څو ژبو چې له پښتو سره يوځاى ګوګل ته ورزياتې شوې، کمبوډيايي، کروشيايي، قزاقي، تاجيکي، تاتاري او څو نوري دي. محمد يونس برهان، کابل د تلې اتمه، ١٣٨٤ په روانه اونۍ کې ګوګل Google د خپل پراخ څو ژبنيز پروګرام په ترڅ کې پښتو هم د همدې ماشين د لټون ژبه کړه. د نړۍ له څو ژبو چې له پښتو سره يوځاى ګوګل ته ورزياتې شوې، کمبوډيايي، کروشيايي، قزاقي، تاجيکي، تاتاري او څو نوري دي. له همدې سره د ګوګل د ټولو ژبو شمېره ١١٦ ته ورسېده، چې د انټرنټ پر مخ دا ويبپاڼه تر ټول ګڼ ژبيزه ګرځوي . ګوګل تر اوسه توانېدلى چې تر خپلو ډېرو پياوړو سيالانو، لکه ياهو، MSN, او ان تر مايکروسافټ د لټون، نرمکاليو جوړونې او د ډېرو ژبو اسانتيا په برخه کې مخکې شي. ګوګل د ژبو د ورزياتونې کار د داوطلبو ژباړنانو لخوا پر مخ بيايي او غواړي شته او پرمختلونکيو کمپيوټري اسانتياوو ته د نړۍ په ډېرو ژبو كي پراختيا ورکړي. خو بيا هم هېښوونکي داده چې داسې کمپنۍ چې نږدې څلور ميليارده ډالره تر لاسه کوي، څنګه خپل کار په داوطلبو ژباړنانو کوي . که څه هم په اوس کې چې د پښتو ژبې کوم ډول ګوګل ته ورزيات شوى دى، معياري نه دى، خو د دغه سايت د نورو معلوماتو Data په کتنه داسې ښکاري چې د ګوګل د پښتو ژباړي کار يې نږدې ٨٠ په سلو کې بشپړ شوى دى. خو اوس چې کومه د ګوګل پښتو بڼه ښکارېږي لا هم هوکړه شوې يا وروستۍ منل شوې بڼه نه ده، بلکې تر اوسه د وړانديزونو او د سمونو (ايډيټ) کار پرې روان دى چې هر څوک کولاى شي د ګوګل ته د پښتو ژبې د کره والي په اړه وړانديز او ورسره مرسته وکړي. د (کې ) پر ځاى د کښې ليکل، بېځايه د (ء) کارونه او په ځينو ځايونو کې ناسمه پښتو ژباړه د ژبې نامعياريتوب ښيي. خو دا لا تر اوسه پيل، او بيا هم يو ښه ګام دى. د ګوګل د پښتو بڼې ويب پته داده: http://www.google.com/webhp?hl=ps د يادونې وړ ده چې ګوګل تر اوسه د ١١٢ هېوادونو لپاره، د هغوى په نوم او ډومېن (Domain) خپلې Location پاڼې هم جوړې کړې دي، چې تر اوسه افغانستان پکې نشته. دا پرمختګ له هغه وروسته راځي چې نږدې يوه مياشت مخکې د نړۍ تر ټولو سترې د کمپيوټر جوړونې کمپنۍ، مايکروسافټ، په لومړي ځل پښتو په خپل وينډوز کې ورزياته کړه. البته دا هم په ازمايښتي ډول و، چې اوس داسې ښکاري چې هماغه معياري کوي. دې دوو او نورو ورته پرمختياوو ته په کتنه، د پښتو ژبې لپاره سږکال د بېساري پرمختګ کال دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هلمند په ګرمسېر ولسوالي كي پوليس وژل سوى دى", "output": "تېره شپه د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ په څلورم دراب سيمه كي يوتن پوليس په داسي حال كي وژل سوى دى، چي پر خپلو نورو ملګرو يې پيره كول، د هلمند ولايت مرستيال حاجي محي الدين وايي چي بريد كوونكي په موټر كي سپاره وه او د پيښي له ځايه بريالي وتلي دي. د طالبانو وياند هم دا خبره مني او وايي چي دا كار د دوى له خوا ترسره سوى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغاني هاوان ۱۱ پاکستاني سرتيري مړه او ژوبل کړل", "output": "میرویس جلالزی د پاکستان سیمیزو مطبوعاتو نن خبرورکړ چې د افغانستان له خاوري څخه د پاکستان د جنوبي وزیرستان په انګور هډه سیمې باندې د هاوان برید شوی. په دغه برید کې یو سرتیری وژل شوی او لس نور ژوبل دي. د پاکستان پوله ساتونکو پولیسو ویلی چې دغه هاوان د افغانستان له خاوري د دوي په یوه پوسته وتوغول شو. په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړ شوی خو ویل شوي چې ژوبل شوي سرتیري د چورلکو په مرسته په سیمه کې د پوځ روغتیایې مرکز ته استول شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان د خپلو وسلو ایښودلو ته چمتو شول", "output": "د پاکستاني طالبانو غورځنگ (TTP) دې ته چم تو والی وښود تر څو خپلي وسلې پر ځمکه کیږدي او له حکومت سره د سیاسی ډیالوگ له لاري مخي ته لاړ شي. د دې � �لي ویاند مولوي عمر د چهار شنبی په ورځ ویلی چې که حکومت د خپل ځواک څحه کار وانخلي مونږ خبرو ته چمتو یو او خپل بریدونه به ودروو . نوموړي دا هم وویل چې د پاکستان د خاوری ساتنه د دوي فرض ده او که چیرته حکومت ورسره روغه وکړي پاکستانی طالبان حاضر دي چی افغانستان امنیت ته هم پام وکړي او که کوم بهرنی په پاکستان کې وي نو هغه به له دې خاوري څخه وباسي .مولوی عمر له افغاني طالبانو سره د خپلو مرستو په اړه وویل چې هغوي په خپله خاوره کې ښه پیاوړي دي او که افغاني طالبان له پاکستاني طالبانو څخه مرسته وغواړي مونږ به له ولس سره تر مشورې وروسته اقدام وکړو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مسعود، د معاصر تاريخ نه هېرېدونکې څېره", "output": "سهارګل - کابلنن شنبې د وږي ميا� �تې اتلسمه نيټه ده. پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ دوه تنو عربو ترهګرو په يوې ځان وژونکې چاودنه کې د شمالي ټلوالې يو تن وتلی قوماندان احمد شاه مسعود ترور کړ. مسعود د افغانستان په معاصر تاريخ کې يوه نه هېرېدونکې څېره ده ځکه اوسنۍ پېښې که وڅېړو نو خامخا مخ به مو د نوموړي په لور واوړي. که څه هم په کورنيو جګړو او نښتو کې مسعود يو پياوړی چريکي قوماندان پېژندل شوی او له دې څخه به انکار هم د تعصب له چينې څخه اوبه وخوري خو راځئ چې وګورو ايا د مسعود دغه استعداد په ښه لاره کې په کار لوېدلی او که د هېواد په زيان تمام شوی دی؟ مسعود په سر کې د اخوان الم سلمين ډلې يو فعال غړی و چې د خدای بخښلي داؤد خان د واکمنۍ پر مهال يې پاکستان ته پناه يووړه او وروسته له هغه چې د پاکستان د استخباراتي سازمان ګوډاګی وګرځېد، پنجشېر ته په راستنېدو سره يې د لومړي ځل لپاره خپل هېواد ته د خيانت مټې راونغښتې. د ثور له انقلابه وروسته، مسعود د جهاد په نامه د پنجشير او شاوخوا سيمو قوماندانان پر ځان راټول کړل او د پنجشير له ستراتيژيک موقعيت څخه په ګټې اخيستنې سره يې يو څو ځله پر روسي ځواکونو لنډمهاله ف� �ار راووست. روسانو دا وسنجوله چې ايا د پنجشير بشپړه نيونه او د مسعود ورکونه دوی ته دومره ارزښت لري چې خپل ځواکونه په خطر کې واچوي که نه؟ پر دې مهال په افغانستان کې دروسانو پر ضد د جګړې اور زياتره په سهيلي سيمو کې بل ؤ او روسانو ته هم دپنجشير په پرتله هغه خطرناکه بريښېدۀ نو ځکه يې له مسعود سره تړونونه لاسليک کړل او مسعود � �وسي کتارونو ته په اجازې ورکولو سره له خپلو جهادي وروڼو سره چې د هېواد په نورو برخو کې يې جګړه کوله، هم د خيانت تکل وکړ. هغه مهال چې د ډاکټر نجيب الله واکمني مخ پر ختمېدو وه او د وخت ولسمشر د بينن سېوان په مشري د م� �ګرو ملتونو د پلاوي پريکړې ته غاړه ايښې وه، نو د افغانانو په زړونو کې ديوې ښې راتلونکې هيلې ځلا وکړه. دا هغه پ� �ان و چې له کابو لسو کلونو جګړې او کور وراني وروسته په لږ توپير پلی شو. په همدې وخت کې دی چې مسعود زموږ په تا� �يخ کې د يو داسې کس څېره ځان ته غوره کوي چې هېرول يې ناشوني دي. مسعود د ملګرو ملتونو د پلان په شنډولو او له م تعصبو پرچمي جنرالانو سره په يولاس کېدو سره پر پلازمينې ولکه ولګوله او دې کار هغه اورونه د افغانانو پر مينې بل کړل چې کلونه کلونه يې د خلکو له سترګو اوښکې وبهولې. پر دې مهال د مسعود، ګلبدين، سياف، مزاري، دوستم او نورو جګړه مارانو کاذب شهرت هم ورو ورو په ورکېدو شو چې د هېواد په يوه ګوښه کې د طالبانو په نامه يوه ډله پېدا شوه. د جګړې او لوټونې څخه ستړي خلکو دې ډلې ته سترګې ښې کړې خو دا خوب يې هم په اوبو لاهو شو. طالبانو هغه کارونه وکړل چې له امله يې بيرته د ځينو جګړه مارانو کاذب شهرت يو څه رنګ پيدا کړ. په دې منځ کې يواځيني کس چې وې کړای شول له اخوانيت څخه يو ډيموکرات شخصيت ته په بدلېدو سره(البته دا هم په کاذب ډول) د يو شمېر نيمه روڼ اندو پام ځان ته ورواړوي نو هغه مسعود و. له بله پلوه د نوموړي ترور هم په داسې يو وخت او داسې يو ډول ترسره شو چې د ځينو خواخوږي يې راوپاروله. دغه مهال و چې له ځينو کسانو څخه د مسعود پخوانۍ کړنې ورو ورو له ياده ووتې او ان يو شمېر روڼ اندو يې هم په ستاينه کې پاڼې تورې کړې. اوس چې د افغانستان د دولت ټوله هډانه پر مصلحتي کړو وړو ولاړه ده، بيا هم ستاينه له مسعود څخه ده او ان د دولت يو شمېر غړي چې په اصطلاح په نس کې هم ورسره نه دي جوړ، هغه ته د ملي اتل خطاب کوي. خو دا به تر کومه وي؟ تر کومه به د ولس پر سترګو خاورې وشيندل شي؟ تر کومه به له خپلو چارواکو څخه په سپينه ورځ تور درواغ واورو؟ نن د کابل په واټونو کې مسعوديانو تياره هاشورا جوړه کړې، د شيه ګانو د مذهبي و� �ځې په څېر يې د موټرونو کتارونه جوړ کړي چې په تورو بېرغو سره د ښار پر واټونو ګرځي. که همداسې دوام ولري نو زه ي� �ين لرم چې څو کاله وروسته به مسعود يو مذهبي پېشوا وبلل شي. ايا د تاريخ تحريف تر دې حده؟ هغه شعارونه چې په ښار کې ليکل شوي، واقعا د خندا وړ دي. مسعود دیموکراسی اسلامی میخواست، مسعود به زنان احترام داشت، مسعود ........... د خدای لپاره دا څه ډول انسان و چې له مرګ څخه يې څو کاله تېر شول خو تر اوسه يې په دې ښېګڼو نه يو پوه شوي؟ زه خو يې د ښېګڼو په پېژندو کې پاته راغلی يم، له تاسو څخه مرسته غواړم، ايا داسې څوک شته چې پر ما مهرباني وکړي او پوه مې کړي چې مسعود په کومو دلايلو واقعا يو اتل و؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خپلواکۍ د فرهنګی خپرونې اعتراض لیک", "output": "د ( حقوق زن ) د مجلې ژورنالیست او لیکوال سره د ناسم چلند له امله د خپلواکۍ د فرهنګی خپرونې اعتراض لیکدا خبره په بشپړه توګه څرګنده ده چې په افغانستان کې دننه ژورنالیستان او له هغې ډلې خپلواک ژورنالیستان او لیکوال په ډېرو بدو او مختنقو شرایطو کې ژوند او کار کوي .هغوي د بیان د آزادۍ حق نه لري او هغه زورنالیستان او لیکوالان چې د پېښو ،حالاتو او موضوعاتو په باب ازاد نظریات وړاندې کوي له راز راز کړاوونو سره مخامخ کیږي .ددغه راز اختناق ډېرې بېلګې تراوسه موږ لیدلې او اورېدلي ،خو ډېره تازه بېلګه یې له افغانستان څخه د خپرېدونکې مجلې ( حقوق زن ) د مجلې مسؤول مديرعلى محقق نسب سره د مسًولو قضایي مراجعو ناوړه چلند دی .په ډنمارک کې د خپلواکۍ فرهنګي مرکز له دې امله د خپل اعتراض غږ پورته کوي او غوښتنه لري چې د نوموړی ژورنالیست دوسیه دې د بشر دحقوقو د خپلواک کمیسیون ،او د افغانستان د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکو ټولنو د غړو په ګدون یو ځل بیا د غور لپاره ځکه وړاندې شی چې نوموړی لیکوال او ژورنالیست دغه د دوه کالو بند پرېکړه پر ځان نه مني . رښتنی حق او عدالت باید د هر چا په برخه کې عملي شييپه درنښتد خپلواکۍ اداره کوپنهاګن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لبنان: د امریکې مرستیال ولسمشر د بیروت له دیموکراسۍ خپل کلک ملاتړ اعلام کړ", "output": "م یرویس جلالزی د امریکې مرستیال ولسمشر جوبایډن دجمعې په ورځ د لبنان هیواد مرکزبیروت ښار ته ورسید.نوموړي د دغه ملک له ولسواکۍ څخه د خپل هیواد کلک ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د امریکا ولس به د لبنان له خپلواکۍ څخه هم کلک ملاتړ وکړي.بیروت ته دجوبایډن سفر په داسي حال کې تر سره کیږي چې کابو ۱۶ ورځي وروسته به دغه هیواد د انتخاباتو شاهد وي.داسي انګیرل کیږي چې ښایې په را روانو پارلماني ټاکنوکې د لبنان حزب الله شیعه ډله ډیري څوکۍ تر لاسه کړي خو ښاغلي بایډن وویل چې دا د لبنان د خلکو خوښه ده چې چا ته رایه ورکوي او د چا ملاتړ کوي خو د امریکې ولس به د لبنان د خلکو له خپلواکۍ او دیموکراسۍ څخه د خپلې ژمني سره سم دفاع وکړي.د لبنان حزب الله ډله د امریکې او یو شمیر نورو غربي هیوادونو له خوا په سیمه کې د اورپکۍ په ملاتړ تورنه ده او د یوې ترهګري ډلي په توګه پیژندل کیږي.د ح زب الله یو مشر له خپل ټلویزیوني چینل څخه په یوه خپریدونکي مرکه کې بیروت ته د بایډن په سفر نیوکه وکړه او هغه یې د لبنان په کورنیو چارو کې د امریکې بربنډې مداخلي ته ورته وبلل.د سیمي سیاسي شنونکي په دې باور دي چې لبنان ته په دغو حساسو شرایطو کې د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي سفر دا ښیې چې د لبنان سرا� �تداره لویدیځ پلوه حکومت غواړي په دې نازک وخت کې د نړیوالي ټولني ملاتړ له ځان سره ولري او په مټ یې د خپلې بقا لپاره کار وکړي.ښاغلي بایډن د خپل سفر په لومړیو ساعتونوکې د لبنان له ولسمشر میشل سلیمان سره وکتل او ټاکل شوي چې له لومړي وزیر فواد سنیوره او د پارلمان له ریس نبي باري سره هم د داوړو لورو په ع� �ایقو خبري وکړي. د امریکی مرستیال ولسمشر جوبایدن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دفاع وزارت: په کندهار کې ٦ تنه وسله وال وژل شوي", "output": "د افغانستان د دفاع وزارت ادعا کړې ده چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د کندهار د پنجوايي د سپېروان په سيمه کې ٦ تنه وسله وال جنګيالي وژل شوي دي. پو ځي چارواکو ويلي عمليات هغه مهال پيل شول چې د ملي اردو ځواکونو په قرارګاه د هاوان مرمۍ بريد وشو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بېنوا : دهلمند دڅپاند سیند څپاندو هیلو ته !", "output": "تیر همداسي یو پیغام راته ګران روحاني رالیږلې و او سږ چي دهلمند څپاند سیند لپاره بلندلیک راورسید خوشحاله ځکه شوو چي اووه دریاربه ل� �ي په هم دې پردیسۍ کي بیا هم دیو چا په یاد یو خو چي رښتیا سي دځوانمرګ روحاني همداسي بریښنالیک چي همدا اوس مي مخي ته پروت دی او ورته ګورم ډیر مي ژړوي . دهغه تانده ځواني ، مرموز ه وژنه او دچارواکو ناځواني هغه څه دي چي هرکال به ئې دهلمند څپاند سیند پر مشاعرو خپل سیوری غوړولی وي . هو د هلمند څپاند سیند ته خو دخروښ رنګ او خوند په لومړي ځل دهغه اودهغه دملګرو په هاند رامنځته شو . او هیڅکله به د روحاني یادونه د هلم ند دڅپاندو هیلو څخه بیل نه شي . بېنوا اڼترنیټ پاڼه په داسي حال کي چي بیا هم د هلمندي چارواکو څخه دځوانمرګ روحاني دقاتلینو د پیداکولو غوښتنه کوي ټوله هلمندوالو او د ادب مینانو ته دهلمند په تاریخي و� �ایت کي دهلمند دڅپاند سیند دکلنۍ مشاعرې دجوړیدو مبارکي وائې . په دې ولایت کي دهلمند دڅپاند سیند مشاع� �ه او دې ته ورته نوري ادبي او علمي چاري په واقیعت کي د هلمند هغه په وینو لړلي سره انځورونه چي دنړیوالو په اذهانو کي پراته دي په بېلابیلو رنګونو مینځي او خپله فطري ښکلا وربخښي . همداسي هوډمن اوسئ ! خالدهادي حیدريدبېنوا انټرنیټ پاڼي مسؤل مشرنیویارک ، دامریکا متحده ایا� �ات"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ړانده قضاوتونه، ګزارش ۳۰: ۶ او ژورناليزم ته سپكاوى", "output": "له تيرې اونۍ راهيسې د ولسي جرګې د فرهنګي چارو كميسيو ن لخوا د فرهنګ وزير د استجواب لپاره ورغوښتلو په رسنيو كې رنګ رنګ غبرګونونه او م� �اتړونه را پارولي وو او د مطبوعاتو لپاره په زړه پورې سوژه ګرځېدلې وه . ګڼ شمير رسنيو په دې اړه خپل قضاوتونه وكړل، چا د ملت له درده چيغې وهلې او ځينو هسې د لوبې د ميدان ګرم ساتلو لپاره په هيڅ صرفه نه كوله.په داسې پيښو كې د مهم رول لوبولو! په اړه د طلوع ټلويزيون يوه اوږده مخينه لري او هرچا ته معلوم دى چې دوى دا ډول بحثونه په كومه بڼه د افغانستان ملت ته وړاندې كوي!! ديادې شوې موضوع په اړه دوى د ګزراش ۶:۳۰ پروګرام يوه شپه ځانګړى كړى وو او داټكي په كې د يادونې وړ وو: ۱- كه څه هم له طلوع له سره دا هيله نه ده په كار چې دوى دې داسې پروګرام جوړ كړي چې د ملت په نفع وي او دهمدوى له دغه شومو پرواګرمونو له امله هر وخت يو لړستونزې او سوتفاهمونه راولاړ شوي دي، په دې خپرونه كې چې د فرهنګ وزير د ورروستي اقدام په اړه جوړ شوې وه، له سره خپرونې ته دا رنګه رنګ وركول كيدو چې ګواكې د فرهنګ وزير كوم لوى جرم كړى او بايد چې نور نو څرنګه چې وي، مجازات شي يانې لومړۍ د پارلمان د وكيلې فوزيه كوفي او نورو خبرې وي هغوى چې په خپلو ناچيزو استدلالونو وزير ملامت وباله! نو پرته له دې چې د مقابل لوري خبرې هم په نظر كې ونيو ل شي ، پريكړه د اوغلي او كوفي او نورو د خبرو په اسناد توجيه كيده او داسې بڼه وركول كيده چې يانې ددوى خبرې سمې دي او ګواكې د هغوى د سيال لوري خبرې او دلايل د موضوع په ريښتنوالي كې هيڅ دليل نشي كيداى، حال دا چې داسې نه وه او د وزير دا كار په مكمله توګه د د قانون په رڼاكې وو، په دې ګزارش كې په شعوري توګه مركه كوونكي دا هڅه كوله چې هغه ګرمې پوښتنې له خپلو په زړه پورې كسانو(اوغلي او كوفي او نورو) نه وپوښتې او دهغوى له سيال لوري نه داسې پوښتنې كيدې چې اصلا له موضوع سره يې سر نه خوړ د بيلګې په توګه له ننګ نه دا پوښتنه چې ايا سبا به وزير په خپله حاضر شي او كه به كوم معين او يا بل استازى ورورليږي او سره له دې چې دا خبره هيڅ د بحث مربوطه نده ځكه هغه د وزير كار دى چې كه په خپله ورځي او كه بل كس ورليږي، او ده بانصافه خبريال! ته خو دا موقع ځكه ښه په لاس ورغلې وه چې هسې هم مركه كوونكي سره په ګډه نه وو ناست نور نو دده وجدان وو چې څرنګه پوښتنه وكړي اوڅرنګه د ملت سترګو ته خاورې وروشيندي چې دا كار په خپله هم د ژورناليزم له اصولونه نه دى او ښايي دوى له همدې موقع نه په استفادې هر وخت د ځان په ګټه دا ګزارشونه تهيه كوي چې څو ځلې وړاندې هم له دې پروګرام نه د ځينو نورو كسانو د شكايت لامل هم شوى دى، دوى خپلو ژورناليستكيو اصولو ته دومره ژمن دي چې كله پوه شي چې د دوى د خوښې � �ورى يو څه كمزورى دى نو خبرې هم سانسور كوي او هغه د ځان په ګټه ځاى په كې پريږدي.په پاى كې خوګزارش بيخي دې ته ځانګړې شو چې ګواكې وزير موږ له مورنۍ ژبې نه منع كوي او دا كار د اساسي قانو ن په خلاف دى او درنو! مركه كوونكو هم اول په دې ځان نه پوهولو چې موضوع څه ده؟؟ اياپه رښتيا هم اره موضوع همدغه ده چې وزير دوى په خپله ژبه له خبرې كولو نه منع كړي او كنه د قانون پلي كولو ته يې رابللي وو، چې د هغه ورځې په سهار ښه جوته شوه چې موضوع د قانون پ� �ي كول وو او كه له ژبې نه منع كول. په ګزار ش كې بله بې انصافي د دواړو لورو نه مساوات و، چې دا كار په خپله داهم د سيال لوري په ماتې كې بې مرستې نه دى، ايا څوك مركې ته نه حاضريدل چې مساوات ددواړو لوريو سره سم شوى وى كه څ نګه؟؟ او طلوع هره خپرونه په همدغه بڼه وړاندې كوي يوله مور بل له ميرې!!له دې ټولو سره په خپله ژورناليست هم په شعوري توګه خپل د خوښې لوري ته د خبرو لكۍ وركږوله او د قضاوت مالګه يې ددوى په خبرو ورشيندله هغه داسې لكه چې وړاندې هم لږ ياده شوه، له يوه لوري نه هغه پوښتنه كيده چې د خلكو احساسات راوپاروي او ځان مظلوم ثابت كړي چې په عين حال كې داهم يوې بلې بدمرغۍ ته لمن وهل دي او له بل لوري نه د موضوع اصلي نښه او زړه نه پوښتل كيده اوڅنډه ويشتل كيده، چې فكر كوم دا به هم د ژورناليزم له مقدس اصول د ځان په ګټه كارول وي، كه دوى غواړي هره خپرونه د ځان په ګټه خلكوته وړاندې كړي او سيال لورى مات وښيي نو بيا ولې مقابل لورىمركې ته راغواړي، بيا ولې داسې د كنځلو پروګرام ښه په خپل زړه نه جوړوي لكه د ښاغلي پرتو او زرياب مركې!! يانې د ژورناليزم مقام ته دومره سپك په كې كتل شوي وو چې اصلا د خبريال بڼه د خبريال په څيرنه وه او له ځانه يې قاضي جوړ كړى وو چې د فرهنګ په وزير يې خپل حكمونه صادرول.د بحث په مخ بيوونكى ښاغلى قيام و، زه دده ژورناليستيك مقام ته خورا د قدر په سترګه ګورم خودده دا لومړى ځل نه دى چې دا ډو ل شعوري خطا ترينه كيږي، بلكې دغه ګزارش چې كله تهيه كوي، په كوم لوري يې چې زړه وي هغه لور ته يې ماتوي. د ښه ثبوت لپاره يوبله بيلګه د يادولو وړ ده:ملي جبهه چې اوله جوړه شوه، يو شمير روڼ اندو داد هيواد په ګټه نه بلله په دې اړه بيا هم طلوع همدا دا خپرونه(كزارش۳۰: ۶) درلوده او هلته هم قيام صيب!! په شعوري توګه د جبهې په وړاندې د ولسمشر مخالفت ته داسې بڼه وركوله چې ګواكې ولسمشر ددوى په وړاندې له كركې نه كار اخلي او نه غواړي دا جبهه په هيواد كې فعاله وي چې دده له نظره ښايي په راتلونكې كې د ولسمشر غوڅه سيا� �ه شي او ولسمشر يې ځكه د محو كولو هڅې كوي!!!خو داسې نه وه اونه ده ټول ښه پوهيږي چې دملي جبهې له موخو سره نه يوازې ولسمشر بلكې د هيواد هر وګړى كه وړ دى او زوړ، خپل مخالفت ښايي او داد هيواد په ګټه نه بولي اونه وه، ديرش كلنه ترخه تجربه د همدوى مهرباني وه چې په ملت يې وكړه او اوس هم هماغه كسان دي څه ملايكې نه دي چې له اسمانه � �اكوزې شوې وي او له ګناهونو نه معصومې وي، اصلا ددوى ګناهونه انسانان نور شميرلى نه شي، نو ښاغلي قيام د كومو اصولو له مخې ځانته دا حق وركولو چې ولسمشر ملامت او ملي جبهه مظلومه وښايي او يادې په دې اړه دى پريكړه وكړي.ددې موضوع د ښه روښانولو لپاره تيركال له لوى څارنوال سره ددوى چې كوم كړكيچ وو، هغه هم ددې مدعى د ثبوت لپاره يوه رڼا بللى شو، چې په هغه كې هم دى محترمينو كوم دريځ غوره كړى و چې بيا خبره ان ددوى د مشر دبندي كولو او ډبولو تر امره ورسيده او دارنګه نورې بيلګې.....د بحث يوه روڼ اندې څيره اوغلي و دا به پريږدو چې ده په دې پروګرام كې څه وويل خو په همدې سهار چې وزير ولسي جرګې ته ورغئ، اوغلي ځان په دې غبرګون سره ځان وښود چې ولې په ځينو ټلويزيونو كې د دوو پيړيومخكې كسانو تصويرونه لګيدلي وي چې د خلكو حساسيتونه راپاروي، ښاغلى اوغلي دا خبرې له كومې مرجع نه كولې او بيا به له دې ډول روښانفكرانونه څه هيله ولرو چې د ملت په ګټه دې خبره وكړي چې اصلا دى د ملت افتخاراتو ته په دومره كركه ګوري او بد يې ترې راځې نو نور ....دده له دې څرګندونو نه غالبا موخه دشم� �ادټلويزيون وو چې د احمدشاه(فاتح الهند) او ميرويس بابا(فاتح الفارس) تصويرونه يې ځوړولي وي ځكه بلې رسنۍ دا كار تر اوسه نه دى كړى، نو نور دې لوستونكي پريكړه وكړي چې څوك دې ملي وياړونه هم په بدو توجيه كوي او نه يې مني ان � �ه تصويرونو سره يې هم حساسيت لري او بد پرې لګيږي، نو ايا دا ډول فكرونه به د ټولنې محوې ته وده وركړي او كه پرم ختګ ته!! ځواب يې له درنو لوستونكوسره شته او قضاوت دوى ته پريږدم.ښايي دى به هيله لري چې نور نو بايد د چنګيز عكسونه ولګوو او دې خلكو(د هيواد اتلانو) خو دا جرم كړى وو چې زموږ وياړونه او امپراتورۍ يې تر هنده او ايرانه رسولې وې هغه چې نن د هماغه كسانو په شوموهيلو كې راګيريو او د دا ډول روڼ اندو څرګندونې نو بياددى د شوم و ارمانونو د تحقق په برخه كې هيڅ بې برخې نوي.ده د اساسي قانون جوړونكي هم په دې تورنول چې د ۱۶ مادې اخرينى بند(چې د ملي مصطلحاتو په اړه دى) د قانون له تصويب وروسته ورعلاوه كړى دى چې دا هم د ملت په وړاندې يو ډول دبد� �منۍ اورته ورپوكل دي. اوغلي دې مهرباني وكړي چې كه رښتيا هم داسې شوې وي نو خپله دعوى دې محكمې ته وړاندې كړي، ملت هم ورسره دى او ملاتړيې كوي ځكه د قانون جعل هيڅو ك نه مني او دا له ملت سره جفا ده او كنه په دې ډول څ� �ګندونو دې ملت دا ځل بيا په بدبختى كې نه ښكيل كوي همدومره بس وو چې وشول. فكر كوم د ګزارش ۳۰: ۶ خبريال ښاغلي له چې د خبريالۍ ترڅنګ د قضاوت او قاضي دنده هم په مخ بيول كيده، د ژورناليزمقام ته لوى سپكاوى دى اوهيڅ د ژورناليزم اصل دا اجازه نه وركوي چې څوك دې هم ځان قاضي كړي اوهم خبريال او همدغه ړانده قضاوتونه دي چې هر وخت پوچې مفكورې خلكوته ورپيچكاري كوي او ملت په رنګ رنګ تباهيو سر كوي، چې په سمه توګه يې بايد نوره مخه نيول شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې د ولسوالانو سیمنار پیل شو", "output": "مومند صالحي د افغانستان د جنوبي و� �ایتونو په لسګونو ولسوالانو په کابل کې د یوه سیمنار په ترڅ کې په خپلو سیمو کې د لا ډیرو صلاحیتونو غوښتنه وکړه. دغه سیمنار د افغانستان د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا د دوشنبې په ورځ پیل شو او شاوخوا څلور پنځوسو ولسوالانو پکې ګډون کړی دی. د افغانستان د سیمه یېزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې په لرو پ� �تو سیمو کې د دولتي ارګانونو د پياوړي کولو هڅه کوي او دغه سیمنار یې ولسوالانو ته دحکومت د پالیسیو د بیانو� �و، له یو بل سره د نظرونو تبادله کولو او د مالی او اداري مسایلو په اړه د معلوماتو ورکولو په هدف جوړ کړی دی. پخوا تر دې هم شاوخوا سلو ولسوالانو په دریو دورو کې په دارنګه سیمنارونو کې برخه اخیسیتې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر کرزی یو لړ سفرونه کوي.", "output": "نن خبریالانو ته دیوې خبري غونډې پرمهال ددولت ویاند کریم رحیمي وویل چې په نیږدې راتلونکې کې به ولسمشر حامد کرزی ځینو هیوادونو ته په سفر لاړشي. نوموړي زیات جزئیات ورنکړل خو ایران یې وښود چې ولسمشر به هورې په سفر لاړ شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اروپايي اتحاديې له خوا يو ١٦ کسيز پلاوی ټاکل شوی دی", "output": "څو ورځي مخکي د اروپايي اتحاديې له غړو نه ١٦ تنه د افغانستان د ټولټاکنو د بهير د څېړلو لپاره وټاکل شول، نوموړي ډلي ته په ايټاليا کي ځانګړی کورس جوړ شوی و، دا پلاوی به په افغانستان کي د ٨ حوزو له لاري خپلي څېړني وکړي . داسي ويل کيږي چي ددوی يوه بله دنده به دا هم وي چي په افغانستان کي د ولسي وګړو او چارواکو تر منځ د راشه درشه او سلوک په اړه هم راپورونه برابر کړي او د کار په پای کي به يي اروپايي اتحاديې ته وړاندي کړي . د نوموړی پلاوی حوزي په لاندي ډول ښودل شوي دي : هرات ، کندهار ، کابل ، ننګرهار ، ګردېز ، باميان ، مزار شريف او کندز ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابله پام کوه پاڅون ونه کړې", "output": "د کابل د ۲۸ د مئ خونړیو پېښو ته کابله پام کوه پاڅون ونه کړې ستا د دې ورانو کوڅو روئ در وړمه ته لا په خپلو پښو دریدلاې نه سې ستا د یتیمو بچو روئ در وړمه ستا په رګو کي وینه وچه ښکاري پام پرونۍ جګړې دي هی� �ي نه کړې ستا په غوږو کي ازانګې ژوندۍ دي ها د ناهیدي کریږي هیري نه کړې ستا لا زاړه زخمونه نه دي ټکور نوي زخمو ته سینه مه ورکوه غلیم پوهیږي چي زخمي زخمي ئې دا ستر ارمان دي بې څه مه و� �کوه ستا پر اوږو لا ستر ښامار بیده دی کابله ځان دي په خوله مه ورکوه پریږده چي ستړي سي پردي ګامونه دا ستا کنډو کنډو کوڅې وګوري دا بشر دوسته ټېکه داره نړۍ ستا ډله یزی جنازې وګوري څه د کومک څه د مطلب په پلمه ستا بدي ورځي ترخې شپې وګوري خو تر هغو کښینه چي خوځښت ونه کړې بې وخته وار دي تباهي زېږوي پښتنه پیغله ذوکلیدلې ډیره خپل انتقام ته ابدالي زېږوي چي هر ښکیلاک ته سبقونه ورکړي داسي اکبر او مسجدي زېږوي کابله تم سه چي تلوار ونه کړې ستا صدقه سمه چي وار ونه کړې خالدهادي حیدري الباني = نیویارک د مئ ۲۹ مه د ۲۰� �۶"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اختر؟", "output": "د نکريزو پر ځای وينو باندې سرې ديلاس پاپۍ دلته بمونو باندې پرې دي ګران اختره ګوره پاس په هوا تېر شېاوس د کلــــــي لارې ټولې هديرې دي لا مو څانګو د څنار کې غوښې زانګيخدايزده موږ پسې د چا سوې ښېرې دي وايه دلته کې په څـــــه به بخـــــــتور شېقلمــــــــونه مـــــــو لا پڅ تورې تېرې دي راغلې راشه په خندا دې لمانځی نشـــوپاڼې پاڼې مو د مينې ســـــــــــېپارې دي شيش محل د زړه مو اوس کنډر کنډر دیســــــــــــتا د حـــــــسن آيينې زرې زرې دي د ١٣٨٨ لمريز کال کمکی اختردارالامان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکندهارچارواکي ولي دولس په سترګوکي خاوري شندي", "output": "درنو لوستونکو لکه څرنګه چه تاسو ته معلومه ده دکندهار ولایت دافغانستان یوله هغوولایتونو څخه دی دسلګونو کلونو راهیسي یې دافغانستان دحکومتونو په جوړولو او ړنګولو کي کلیدي رول لوبولی دی ، داحمدشاه بابا دوخت نه رانیولې بیا ترنن ورځي پوری دافغانستان حکومت دهمدې کندهار دخلکوله خوا جوړ شوی او ړنګ شوی دی چه شاید په همدې څو سوه کلونو کي به دیو لنډي مودې لپاره دحکومت واګي دکوم بل چا لاس ته ورغلي وي خو هغه هم دډیر لږ وخت لپاره، نو تاسو خپله اندازه لګولی شی چه کندهار په تاریخي جغرافیوي او سیاسي لحاظ څومره اهمیت لري،په همدا اوس ورځو کي په کندهار کي دګرمۍ درجه د ۴۳ درجې نه هم لوړه ده خودلته بیا خلک په همدې مرکزی ښارکي بریښنا نه لري کوم خلک چه شتمن دي هغوئ خو دجنراتورانو نه استفاده کوي خو زمونږ دولایت غوڅ اکثریت هغه بې وسه او غریب خلک دی چه دماښام دډوډۍ پیسې هم نه لري او دجنراتور درانیولو او دهغه دتیلومصرف خویې بیخي په وسه نه دی پوره چه یو لیټر پټرول یا ډیزل په ۵۰ یا ۶۰ افغانۍ دي خوکه بیخي کوچنئ جنراتور هم وچلوي نو دورځي مصرف به یې ۳۰۰ افغانۍ وي چه زمونږ داکثریت هیوادوالو ورځني عاید یوازي ۱۰۰ یا ۲۰۰ افغانۍ دی او ځیني خو داسي کورني هم شته چه بیخي هیڅ عاید نه لري، نو اوس تاسو وګوری چه دیوې خوا دومره ګرمي وي اودبلی خوا بریښنا نه وي اوخلک دڅښلو اوبه ونه لري نوڅومره دعذاب ژوند دی،څو میاشتی وړاندي په پلازمینه کابل کی دافغانستان دبریښنا دوزیر(چور تالا وزیر) اسمعیل خان دکندهار والي اسدالله خالداو یو خصوصي شرکت ترمنځ دکندهار دبریښنا دبرابرولو په موخه یو تړون لاسلیک شو چه په ۲ میاشتي که به دکندهار ښار او اطراف به د ۲۴ساعته بریښنا څخه برخمن کړي او خلک به ددوبي په سخته ګرمي کي بریښنا ولري ، چه په همدې وخت کي دکندهار اوسني والي اسدالله خالد دا هم وویل چه دکندهار خلک به په ۲ میاشتي کي نه بلکه په یوه میاشت کي دننه دبریښنا له نعمته برخمن شي، چه ددې ترڅنګ دنوموړي خصوصي شرکت ریس هم دکندهار ټلویزون س� �ه په مرکه کي وویل چه یوه میاشت خو څه چه په همدا یو څو ورځو کي به دکندهار ښار بریښنا ولري خو دا دی اوس پو� �ه ۲ میاشتي تيري شوې نه بریښنا ۲۴ ساعته شوه او نه مو تر اوسه چا غم خوړلی حتا هغه خپله نوبتي ب� �یښنا چي مخکي به په دوو درو ورځو کي راتلله هغه هم د کندهار د برق د چارواکو لخوا نوبتونه په پیسو پلورل کیږ ي خیر زمونږ محترم دبریښنا ریس صاحب او دبریښنا دریاست محترم کارکونکي بیا ۲۴ ساعته بریښنا لري ولی چه هغوی بیا د ۳ یا ۴ خواوو نه بریښنا خپلو کورونو ته راوستې ده نو هغه دنورو خلکو څه پروا لري که دګرمي نه مري او که دتندي نه. . نه پوهیږم اخیر ولي ددې بیچاره اولس په سترګو کښي داسي په بې رحمي خاوري شندل کیږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ولسمشر كرزي ډله دې نه لولي! (د م . ج ليکنه)", "output": "د (م . ج) ليکنه پرون (د سې شنبې ) په ورځ د اطلاعات او فرهنګ وزارت د غونډو په خونه كې څه تېر شول ؟ آيا څوك پري خبر دي؟ د افغان ولسمشر وياند څه وويل؟ آيا تاسو ټول افغانان پرې خبر ياست ؟ او كه يوازي خبريالان پرې خبر دي او بس؟ آيا ټول كابل په همدې ورځ په خوب بيده و كه څنګه ؟ د ۶۰ زرو وژل شويو كابليانو خپلوان په همدې ورځ چيرته وو؟ آيا د كابل د ښكلي ښار سورى _سورى زړګى اوس روغ جوړ ښكاري ؟ آيا د د ميوند د جادې دواړو غاړو ته ولاړي بې ژبي ودانۍ خبري نه كوي؟ آيا د كابل پوهنتون او اجتماعي علومو د انستيتيوت په زېر زمينيو كي د افغاني پېغلو د بدن پرې شوي غړي د هر چا له ياده وتلي ؟ آيا د ناهيد په نامه هغه پېغله مو په ياد ده چي د څلورمو مكرويانو د ۱۷ بلاك له شپږم پوړ څخه يې ځان را وغورځاوه؟ د ليلي د دښتي لاله ګلونه ژبه نه لري هغوی نه ژاړي كه يې تاسو غږ نه اورئ؟ هيله : ښاغلی كريم رحيمي زه پوهېږم چي ته خپلي خبري نه كوې، خو يو ځل د خپل ۲۰۰۴ ماډل سپين رنګي كروزينګ موټر توري ښيښې لږ ټيټي كړه او د كابل ښار د دارالامان ماڼۍ او يا هم د بېلګي په شان د ميوند واټ څنډو ته ولاړو بلډينګونو ته نظر وكړه . آيا د دارالامان ماڼۍ ژبه نه لري چي كوكي ووهي او كه تاسو جناب د غوږونو تکليف لرئ ؟ شواهد څه ته وايې؟ شواهد تور وي كه سپين ؟ شواهد خو څاروي نه دي چي په پښو روان اوسي همدا ټول كافي شواهد دي چي څرګند دي. درنو لوستونکو تاسو به هم حيران شوي ياست چي دا دونه خبري مي تر څه پوري وکړې، اصلي خبره خو داسي وه چي تېره ورځ د اطلاعات او فرهنګ په وزارت کي د ولسمشر کرزي وياند کريم رحيمي په يوه غونډه کي وويل چي دوى (دولت) داسي شواهد په لاس کي نه لري چي له مخي يې جنګسالاران او جنايت کاران وپېژندل شي، نوموړي وويل چي دوى هيڅ راز اسناد په لاس کي نه لري چي جنايتکاران په وپېژني او محاکمې ته يې راکش کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار ښار کي چاودنه وسوه", "output": "احمد لودين تيره شپه اونيمي بجي د کندهار ښار په دوهمه ناحيه کي زرغوني انا ليسي ته نژدي يوه بمي چاودنه تر سره سوه چاودنه ډيره زوروره وه او ږغ يي د ښار په ډيرو برخو کي واوريدل سو چي په سيمه کي يي نژدي ميشت خلک هم وويرول خو کوم زيان يي نه درلودى دکندهار امنيه قوماندان وويل چي پر يوه بايسکله باندي چاوديدونکي توکي چي په يوه ژړه ډبه کي وه ځاي پر ځاي سوي وه چي پوليسو کشف کړه او مخکي تر دي چي خنثي سي چاودنه يي وکړه چي کوم مالي او ځاني زيان يي نه درلودى .د ميرويس روغتون سرطبيب هم بينوا ته وويل چي روغتون ته دنوموړي پيښي ټپيان او مړي نه دي وروړل سوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نړۍ په اوو عجايباتو كې تاج محل هم وټاكل شو", "output": "د يوې نړيوالې سيالۍ په پايله كې د هندوستان د اګرې تاج محل هم د نړۍ په اوو عجايباتو كې ځاى ونيوه،پرون د پرتګا په پلازمېنه لزبين كې د يوې غونډې پر مهال د هاليووډ مشهور ستوري بين كنګسلي او د باليووډ مشهورې څېرې بيپاشا باسو د نوي پېر د اوو عجېبو نومونه اعلان كړل.په دې سيالۍ كې ټاكل شوي شپږ نورې عجيبې په دې ډول دي:په پيرو كې د اينكا تهذيب ماچو پيچو مندر، د چين ستر دېوال، په مېكسيكو كې د چين اتزا حرم، د روم كلوسيم، په برازيل كې د عيسى (ع) مجسمه او په ا� �دن كې د پيټرا اثار.د نړۍ د دې اوو عجېبو د ټاكلو په سيالۍ كې د نړۍ سل ميلونه خلكو د انټرنيټ، ټيلي فون او مسيج له لارې برخه اخيستې او رايه يې وركړېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوفى عنان د کندهار د چاودنو غندنه کړې .", "output": "د ملګر ملتونو سرمنشى کوفى عنان دکندهار د چاودنو کلکه غندنه کړى او داډول بريدونه يې په افغانستان کې د سولى ، پرمختګ او ارامى د پروسې په وړاندى نه منونکى بريدونه بللى او په ټولو اړخونو يې غږ کړى دى چې د ملي پخلاينې په روحيې سره دې کار وکړي . د کندهار د ښار او د سپين بولدک په پرونيو درندو او خونړيو چاودنو کې لږ تر لږه ٢٤ تنه مړه او٣٤ تنه ټپيان شوى دى . دقندهار ښار د چاودنې پړه طالب اورپکو په غاړه اخيستې ده .د سپين بولدک په ولسوالى کې چاودنه پر داسې مهال پرون د ٥:٣٠ په وخت رامينځ ته شوه چې گڼ شمير خلک د غيږنيونى په ميله ځاى کې راټول شوى وو .د کندهار والى ويلى په دغه چاودنه کې ٢٠ تنه مړه او ٢٠ تنه ټپيان شوى دى .ددغو دواړو چاودنو د مرګ او ژوبلې په هکله متفاوت رپوټونه او څرګندونې کيږى .وروستى چاودنو د خلکو په مينځ کې يو لړ انديښنې راپارولى او له دولت څخه غوښتنه کوى چې د مخنيوى په هکله يې بايد اړين اقدامات پورته کړى .کندهار هغه ولايت دى چې په دې وروستيو کې په کې سختې پر له پسې چاودنې شوى دى. دکندهار والى وايى چې دا دبهرنيانو کار دى او افغانستان د پاکستان سره ٦٠٠ کيلومټره اوږده پوله لري .له بلې خوا د طالب اورپکو يو وياند پژواک خبري اژانس ته ويلي چې طالبان د سپين بولدک په چاودنه کې لاس نه لري . ده ويلي چي طالب اورپکې په بهرنيو ميشتو ځواکونو بريدونه کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دخپلواکۍ زمری اواتل علیحضرت شاه غازی امان لله خان", "output": "د خپلواکۍ اتل ستوری ښاغلی او اغلی پیا وړی او سرلوړی غازی امان الله خان هغه څوک وه چه ټول افغان ملت او ولس ته یی د ظالم زبرځواک پیرنګی او انګریزی نه د خپل قلم علم ، ټکنالوژی او د توری په مټ نجات او خلاصی ورکړو او د خپلواکۍ او اتلولۍ میړانی او زړورتوب ستر ویاړ یی افغان ملت ته ورډالۍ او تحفه کړو اوافغانستان یی د تل پاتی ازاد او خپلواک با ثباته او د ټیکاو په ډګر کی ودراوه او پیرنګیانو ته یی د خبل مټ توری او د افغانیت درس ورکړو او هغوۍ ته یی وښوده چه افغان ملت هیڅکله غلامی او ګوډاګیتوب نه منی او د خپل ولس او خاوری نه په کلکه د ځان د قربانی کیدو په بدل کی دفاع کوی لکه چه یو ستر او لوی افغان بابا ښاغلی خوشحال خان خټک وایی : لا تراوسه یی ماغزه په قرارنه دی . چه چی ما سره وهلی سرپه سنګ دی. اوبیا وایی: په یو لاس کی می قلم په بل کی توره پهلوان یم. او زه اتل افغان یم. م انا دا چه ستر اتل غازی امان الله خان خپله خپلواکی د قلم او توری د دواړو په ملتیا تر لاسه کړه او خپل ګران ټاټوبی یعنی د ستر ټولواک او ولسواک احمد شاه ابدالی دویاړ راپاتی افغانستان یی یو ځل بیا د خپلواکۍ په ښایسته جامه او ګاڼه سینګار ګړو او دا ویاړلی افغانستان یی د نړۍ د نورو ازادو او خپلواکو هیوادونو په لیکه او قطار کی وځلوه دا چه شاه غازی امان الله خان نه دا چه خپلواکی یی واخسته بلکی د افغانستان د پخوانیو اتلانو او ویاړونو یاد یی لکه د بلی ډیوی غوندی رارڼا کړو لکه د بیلګی په توګه د ټولوافغانانو ستر بابا علحضرت احمد شاه ابدالی یاد،میرویس خان نیکه زمری وزیر محمد اکبرخان ، د میوند زمری سردار محمد ایوب خان او د اسلامی نړۍ لوم ړنۍ ځوانه پیغله او فاتحه ویاړمنه غازۍ ملاله چه د میوند په غزا کی یی خپله دغه مقدسه نا ره پورته کړه : ټوټی ټوټی په تورو راشی . د بی ننګۍاواز دی را مه شه مینه . چه دغه مقدسی او د احساساتو نه ډکی نا ری د میوند په ستړواو مړژواندو غازیانو او زمریانو داسی تاثیر وکړلکه د مړوپه جسدوکی چه تازه روح واچول شی همغه وه چه دغازیانو وینی په جوش او خروش راغلی او د الله اکبر ناری شوی چه ددښمن لښکری یی دانګی وانګی او د میوند خط� �ناکه جګړه یی وګټله نو دا چه شاه غازی امان الله خان د هری نګاه نه مکمل او مجهز او په علمی ګاڼه سینګار شخصیت وه او د خپلی واکمنۍ په دوره کی یی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی او خدمتونه وکړل د پوهنی او معارف بنسټ یی کیښوده ،پوهنتونونه یی تقویه کړل ،ښونځی ،پلونه ،سړکونه یی جوړ کړل ، روغتونونه یی جوړ کړل .یو با انصافه عادل په ح وصله صلحه ساتی علم پالونکی ابادی خوښوونکی شخص وه د افغانستان د ټولو وګړو او خلکو حقوق یی تامین کړل بله یی دافغانستان لږه کیو قومونو لکه : ازبک ،هزاره ، ترکمن ،تاجک ،پشه یی ،او ایماق ته په خپل حکومت کی مکمله ونډه او برخه ورکول او ټولو ته په یوه سترګه کتل د ښځو او نصوانو تعلیم ته خاصه توجوکول د خا رج نه د علمی کدرونو او تجربه لرونکو ښوونکوراغوښتل د ممتازوزده کړیالانو او محصلینوخا رج ته د تعلم لپاره لیږل د خپلو ګاونډیو او ملګروهیواونو سره ښی اړیکی لرل نو دا ټول هغه څه دی چه د شاه امان الله خان په او صافواو کړنو پوری اړه لری نو راځۍ چه په ګډه لاسونه پورته کړو او ووایو چه روح دی ښاد او یاد دی تل تازه او تاند وی دزمری او اتل شاه غازی امان الله خان به یاد"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنی: ۱۲ طالبان ووژل شول", "output": "د غزني په ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ددوو قوم اندانانو په ګډون ١٢ تنه وسلوال طالبان ژوندي نيول شوي دي . د غزني د والي وياند اسماعيل جهانګير وويل چې ياد شوي عمليات د پوليسو لخوا د قره باغ په ولسوالۍ کې ترسره شوي دي . د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو د قره باغ د جانمراد د ملنګ خېلو په کلي کې د ملا منان او ملااسماعيل په نامه دوه تنه طالب قوماندانان له ١٠ نورو جنګياليو سره ونيول. هغه زياته کړه چې له دغو کسانو څخه څلور موټرسايکلونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي . د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نيول شوي کسان طالبان نه، بلکې ځايي عام اوسېدونکي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خبريال دنده دا ده چې ټول خلك له ورځنيو >>>", "output": "ژباړه حنان حبيبزی / مزار شريف"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزى صيب داساسي قانون څخه سرغړونه کوي", "output": "لاروى افغانان حيران دي چې څه وکړي که په هيواد کې د کورکالي ډوډۍ غږ پورته شو نو هم يوشمېر بې کوره، بې ډوډۍ او لغړو ورسره ملګرتيا وکړه او لښکر يې شول. همدا راز که چا د اسلام غږ پورته کړ هم افغانانو ورسره لښکر جوړ کړ او له سر او مال څخه تېر شول ترڅو اسلام وګټي. همدې ته ورته د امنيت د نيشتوالي او ټوپکيانو د ورکولو له پاره يې هم د طالبانو لښکر پياوړى کړ خو له هيچا پوره نه شوه. ټول به بېلابېلو جامو کې د افغانانو دښمنان او هيوادپلورونکي وو. نور نو بله لاره نه وه پاتې بې له ډيموکراسۍ چې دا هم يو په زړه پورې شعار و او خلک يې ښه راجذبولى شول چې کرزي صيب له ځانه سره يو ځاى ډيموکراسي هم په چورلکه کې راوړه . افغانان دې ته هم خوشاله وو او په پوره مينه يې ورته چکچکې وکړې حتى د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې له ډېرو لرغونو دودونو څخه هم ورته تېر شول ( ښځو يې رايه ورکړه) او کرزى صيب يې د بشپړ اکثريت په ملاتړ دپنځو کلونو له پاره ولسمشر وټاکه خو ده هم څه ځواني ونه کړه. نه يې د ډيموکراسئ له پاره څه وکړل، نه يې دې هيواد شهيد ته شهيد وويل،نه يې مجاهد ته مجاهد او نه يې ملي شخص ته ملي وويل. خلک د ډيموکراسئ په چړو وهي، غل ته مل او مل ته غل وايي. هغه کسانو ته يې شهيد ووايه چې تر خپلې وژنې مخکې يې دزرګونو بې ګوناه افغانانو وينې تويې کړې دي، هغه چاته يې مجاهد ووايه چې په ژبني،سيمه ايز او قومي بېلتونونو کې ښه تجروبه لري او دزرګونو افغانانو د کورونو ورانوونکي او قاتلان دي. هغه چاته يې ملي ووايه چې دمليتوب په نامه يې زمونږ ډېر دسر سړي وژلي او له منځه وړي دي. په هر حال خبر له قانون څخه دسرغړونې او نقض کوم چې زمونږ ډيموکراټ حکومت تر ټولو پياوړى او زورور ناقض دى. بېلګه يې په همدې لنډو ورځو کې ښه روښانه ده چې دشمالي ټلوالې هغه قومندان ته هم ملي قهرمان وايي چې د کابل په خپلمنځي جګړو کې يې د وژلو او ورانولو دپام وړ مهارت درلود. دولتي ټلويزيون، وزيران او کرزى ټول له يوې مخې په نه ستړي کيدونکي توګه دملي اتل او ملي قهرمان رمباړې وهي. زه وايم کوم قهرمان هغه د پښتنو په وژلو کې ماهر اتل؟ هغه چې بې شمېره هزاره يې وژلي؟ هغه چې په ٢٥ کلن جهاد کې د روسانو سره يوازې په سازشونو کې ښه اتل و؟ او هغه چې په خپلمنځي نښتو کې يې نه ستړي کيدونکې قهرماني کړې ؟ او هغه چې کابل يې ښه وران کړى؟ او هغه چې ....؟ شهيد يوه سپېڅلې کليمه ده چې هر چاته يې ويل ګوناه ده او قهرمان خو بېخي ځانګړى نوم دى او هغه چاته ويل کېږي چې په خپلمنځي جګړو کې يې ګډون نه وي کړى يوازې د بهرني يرغل پر وړاندې يې ميړانه او اتلولي کړي وي، قهرماني يې کړي وي. نه احمدشاه مسعود چې ديرغلګرو سره يې سازش کاوه او په هيواد کې دننه يې ورور وژنه. او مجاهد هم د سياف او رباني په څېر نه وي. زه نه غواړم چې د دوى په کړنو رڼا واچوم ځکه د دوى څېرې او عملونه دومره بربنډ دي چې دروښانولو يې هيڅ اړتيا نشته. خو که چېرې د کرزي کابينه همداسې سپېڅلو کليمو ته په سپکه ګوري نو همداسې به يې چورلکې غورځېږي. دا دوى ته دخداى ج له خوا يو خبردارى و چې نور دې پوه شي له چاپړوسئ او غوړه مالۍ دې لاس واخلي او د مقدسو کلمو سپکاوى دې نه کوي. د يوه قاتل له پاره دې داسې يو ولايت چې شمېر يې د ولايت کيدو جوګه نه وي او دوى يې په شين زور شمېر زيات وښيي او ولايت يې کړي لاس واخلي او په راتلونکې پارلمان کې دې دا فرمان بېرته فسخه کړي. زه دا هم نه وايم چې څوک ريښتونى شهيد،څوک ريښتونى مجاهد او څوک ريښتونى ملي کس دى. ځکه چې دا هم جوته ده او ډېرو چېړلو ته يې اړتيا نه ليدل کېږي خو هغه څوک چې په وژنه او ورانونه يې نړۍ خبره وي شل پنځه ويش کاله يې د څوکۍ،غنيمت،ژبې،سيمې،قوم او دپرديو دخوشالولو له پاره قتل عام کړى وي هغه نه مجاهد دى،نه شهيد دى ،نه قهرمان او نه ملي شخص. اوس راځو دښاغلي کرزي سرغړونې ته چې له قانون څخه يې کوي: د افغانستان داساسي قانون د تصويب پرمهال د ډېرو له پاره د ملي اتل،ملي قهرمان او ملي شهيد د القابو غوښتنې کيدې چې داحمدشاه مسعود او عبدلعلي مزاري نومونه هم په دې ليسټونو کې وو خو دا غوښتنې د ډېرو لږو په خولو کې زمزمه کيدى چې د غوښتنې سره به يې سر يو څه ښکته هم نيولى و او شرميدل به هم. چې په پايله کې هيچا ورسره ونه منلې. نه يې مسعود ته ملي شهيد يا ملي قهرمان ووايه او نه يې مزاري ته. مونږ نه پوهېږو چې ښاغلى کرزى،رهين او نور دولتي چارواکي ولې له قانون سرغړونه کوي. په راډيو ،ټلويزيون ،اخبارونو او غونډو کې هغه څه وايي چې د قانون د تصويب پر وخت پرې جوړه نه ده شوې او په قانون کې نيشته بيا هم دوى له قانون څخه سرغړونه کوي؟! او هغه څه چې په قانون کې راغلي او منل شوي دي لکه ملي ټرمينالوژي نه يې مني چې بيا هم له قانون څخه سرغړونه ورته ويلى شو! دوى بايد پوه شي او لومړى بايد دوى ډيموکراټ شي،دملي نفرتون پرڅاى ملي جوړجاړي ته لارې هوارې کړي ، دافغانستان په مليونونو ډالرو جوړ شوى قانون ومني او بيا يې په خلکو هم عملي کړي. اوس همدومره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ائتلاف: دعبدالخالق دکورنۍ غړي مو ندي وژلي.", "output": "ائتلافي ځواکونو په خپرې کړې خب� �پاڼه کې کاږلي چې دغو ځواکونو ته کره معلومه ده چې دوی دولسي جرگې دغړي عبدالخالق کورنۍ چې له ترینکوټ څخه دچورې ولسوالۍ په لور روان وه برید پرې ندی کړی دغو ځواکونو دعبدالخالق دکورنۍ دغړو په ټپي کیدو خفگان څرگند کړی. خو په خبرپاڼه کې ددغو ځواکونو له یوه ویاند جنرال فاول فیزفیتریک له خولې کاږل شوي د وړمه ورځ دغو ځواکونو دچورې ولسوالۍ ته په لار څلور طالبان په اته نیم بجو ویشتلي چې په پښو کې ټپ خوړلی او له دې پرته نور کوم ډول خبر له همدې سیمې نلري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د آريانا افغان په الوتكو بنديز ولګيد", "output": "د آريانا افغان هوايې شركت چې اوس په انشاالله هوايې شركت هم شهرت لرې الوتكې به يې وروسته تر دې د اروپايي ټولنې غړو هيوادو په هوايې ډګرونو كې د راښكته كېدو حق ونه لرې. دا بنديز تېره اونۍ د اروپايي ټولني د هيوادو له خوا پر آريانا افغان شركت باندي ولګېدئ، چي د دغه شركت نوې رئيس ښاغلې منصورې خبري رسنيو ته وويل دليل يې د آ� �يانا هوايې شركت د الوتكو تخنېكې نيمګړتياوي او زوړوالى دى. آريانا افغان شركت پخوا په اونۍ كي يو ځل المان هيواد ته الوتنه درلوده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په اديانوکي افراطيت", "output": "په اديانوکي افراطيت دلوېديځ او ځينو نوري خبري رسنۍ اکثره د اسلام د افراطيت په باب ډنډورګډوي. لوېديځ دا تور هم لګوي چي اسلام يوازي په وچ زور اوتو� �ه راغلی دي د دوی په قول په اسلام کي دا ماهيت نسته چي د انسان خوښه او تعقل دي جذب کړي. خو په دې واقعيت څوک نه دي خبر چي په عيسايت کي چي څونه جګړې سوي دي په تاريخ کي يې بېلګه نه ميندل کيږي. صليبي جګړې، دعيسايت دخپلمنځي فرقو دکاتوليکانو او پروټسټنټ جګړې او يا هم په اروپا کي د مذهبي افراطيانو جګړې هغه افراطي او تاريخي مثالونه دي چي نه يوازي سترګي نه سي پر پټېدلای بلکي بنسټپالنه يا افراطيت دعيسايي دين دکلتور ګردسره يوه برخه ده. همدا ډول د اسرايلو سهيونيست استبدادي رژيم چي پرفلسطينيانوکوم ظلمونه کوي پړه يې د سهيونيست � �ژيم پر غاړه ده. دغه ظلم او ستم ته دولتي ترهګرۍ ويل ځکه پرځای ده چي دا ظلمونه په خپله ديهودو وسلوال س� �زوره ځواکونه کوي. په اسرايلو کي غيري دولتي ترهګري هم فعاليت لري چي ښه بېلګه يې د ميرکهان ترهګره ډله ده. دم يرکهان افراطي ډله دفلسطين څخه دټولو عربواو مسلمانانوپه زوره ايستل غواړي. دا ديهود او دنصارو يا ديهوديت او عيسايت دمذهبي بنسټپالني مازي يو څو بېلګې دي چي د دغه دواړو اديانو افراطيت ثابتوي. افراطيت او ترهګري دوې بېلي خبري دي. په مسلمانانو کي د افراطي جګړې اصلي علت د لوېديځ هغه غیري عادلانه سياسي پرېکړي دي چي په ډېره سپين سترګي يې پر انصاف اود مسلمانانو پر حق سترګي پټي کړي دي.لوېديځ د ختيځي اروپا يهودان ديو ځانګړي پلان دمخي فلسطين ته راکډه کړل او دلې يې مېشت کړل. بيا يې فلسطينيان دخپلو مځکو څخه په زور وايستل او هلته يې د اسرايلو دولت جوړ کړ. د مسلمانانو اوس اصلي شخړه پر دغه خبره ده. ديهودانو يو کوچنی لږکی پر ډېری مسلمانانو په وچ زور واکمن دی او دا وچ زور دلوېديځ او امريکا دی. په مسلمانانوکي دمذهبي افراطيت څپه خدای پیداکړې ده سبب يې دلوېديځ يا د يهود او نصارا دمسلمانانو ضد د انصاف څخه ليري تګلاري دي. نن چي په ځينو مسلمانو هيوادونو کي دم ذهب په نامه افراطي کارونه کيږي کاشکي داسي نه وای خو څه ښه متل دی چي وايي ، شرموښ دخدای څخه څه غواړي باد او باران، او لوېديځوال يې دخدای څخه غواړي ځکه خو يې دخپل ځان څخه تعريف ورته جوړ کړی او ګردسره يې د ترهګرۍ په نامهبولي. خو دغه ډول سرزوري په حقيقت کي دلوېديځوالو د ظلم او ستم غبرګون دی. کله چي په عراق، افغانستان او فلسطين کي متعصب او تنګ نظره يهود او عيسايان پر بې ګناه انسانانو د ايف شپاړلس او بي دو پينځوس ډوله الوتکي بمبارۍ کوي. کله چي کورونه او سرايونه يې د دوی په ټانکونو نړول کيږي. دلته نو ډېر داسي کسان دکور پر مرګ دڅړک مرګ او د جګړې د ډګر مرګ ډېر خوښوي. نن چي په يهوديت، عيسايت او اسلام کي افراطيت ليدل کيږي د دې ستونځي داسي بېړنی اود يو سم حل لار خو په ښکاره نه ليدل کيږي. خو که دلوېديځ زورور هيوادونه دتګلارواو قوانينو په جوړولو کي د وحشت او منافقت پر ځای د انصاف څخه کار واخلي او لکه دنورو اديانوپيروان مسلمانانو ته هم د انسان په سترګه وګوري نو په نړۍ کي د امن راوستنګ به ډېر ستونځمن کار نه وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان حاجيانو لومړۍ ډله به نن کابل ته راورسيږى", "output": "افغان چارواکو ويلى چې د افغان حاجيانو لومړۍ ډله به نن مازديګر د څلورنيمو بجو په شاو خوا کې د افغان اريانا الوتکې په ذريعه کابل ته راورسيږى . د حج وزارت دافغان حاجيانو له خپلوانو څخه غوشتنه کړى چې د هرکلى له پاره دې د کابل هوايى ډګر ته نه ورځى او د عيدګاه په جومات کې دې له خپلو حاجيانو څخه هرکلى وکړى . په نننۍ الوتنه کې به ٢٣٠ تنه حاجيان کابل ته راورسيږى . سږ کال ٢٥٠٠٠ افغانان د حج دفريضې د اداکولو له پاره سعودى عربستان ته تللى وو . همداشان افغان چاراکو ويلى چې د منا په پېښه کې ١٠ تنه افغان حاجيان وژل شوى دى ، چې جنازې به يې په عربستان کې خاورو ته وسپارل شى . له دې وړاندې يو شميرافغانان په خپل مرګ هم په حق رسيدلى دى . د منا په پېښه کې کابو ٣٤٥ تنه حاجيان په حق رسيدلى دى . د يوې ودانۍ د نړيدو له کبله هم څو ورځې وړاندې ٧٦ تنه حاجيان مړه او ٦٢ تنه ټپيان شوى وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مورته", "output": "; سر صدقه له تانه يا که زړه لوګی کړم مو� �ې بيا هم � �کمنه يم چې حق به دې پر ځای کړم مو� �ې چې دې غښتلې ارادې چيرته کمزورې نشي دک� �وړي هيلو نه ډک به دی زړګی کړم مورې دمور نړيواله ورځ دې ټو لو درنو,قدرم نو,خوږو اوزهيروافغانانو ميندوته مبارک وي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بېلتانه محشر", "output": "د زړه پر اسمانو مي څه لوخړو، توپانونو څه وريځو تورو تــورو يرغـــــلونـــــه وه � �اوړي لمبې د سرکښ اور وې دلوګيو شنې ډډوسکي غرغړې وې، سوي کرږ ي هرڅه مات او شکسته وه هرڅه وران او بُريـــــــده وه کنډوالې وه تعمي� �ونه وېجاړ سوي چمنونـــه تا ول ښار يې نسکور کړی دا مغــــــرورو لېــــــونيـــــــــــو بيــــــــــــا اټوم دی چـــــــــلولی يا د قهر يو څپـــــــــــــه ده عظمتونه يې ښکاريږ ي له هرځايه غضــب اوري قــــــدرتونه ظــــــاهِـريږی ياد سور شپېلۍ پو سوې لاښ و غـــــرونــــه اواريږي هره خوا د بلا کــــــــــــــــــــور و پرهر ځای يې شورماشور و نه رڼا وه نه پنا وه له تيارو سره مي خوا وه له دردونو رپېدمه له ټپونه ژ ړېدمـــه دا د خوب محشر اِلهام و د بــــابــــا د ژونـد انجام و دی ازاد او يګانـــه ســـــــــو دی د بل عـــالَم ډېوه ســــــو زه هارون بندي قفس کي ځنځـــــيرونو کي پېچــ� �ی دا قفس به ماتـــومــــــــه ! ځنځيرونـــه به شلومـــه ! داسمان پر لور به ځمه !"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملا ضعيف: پاکستان به محکمې ته کش کړم", "output": "په پاکستان کي د افغانستان پخواني سفير او د طا� �بانو د حکومت يو مهم سفارتکار ښاغلي ملا عبدالسلام ضعيف هوډ څرگند کړی دی چي د پاکستان هيواد به محکمې ته ک� �وي. کله چي پر نيويارک او واشنگټن دبريدونو وروسته امريکا پر افغانستان حمله وکړه نو پاکستان د افغانستان سفير لاس تړلی امريکا ته سپارلی و چي د کارپوهانو په آند د نړۍ وال قانون او اخلاقو څخه ليري کار و. ملا ضعيف وايي چي پداسي حال کي چي دی لا د افغانستان سفير و او د سفير ټوله حقوق يې درلوده د پاکستان چارواکو د ده سره د يوه غل چلن کړی و او دی يې امريکا ته سپارلی و. دپاکستان چارواکي دغه تور ردوي او وايي چي ښاغلی ملا ضعيف يې د پولي ها خوا ايله کړی و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د روشن ټلېفوني شبكې پر كاركوونكو ماين چاودلى", "output": "دجمعې په ورځ غرمه مهال د هلمند په موسى كلا و� �سوالي كي د روشن ټليفوني كمپنۍ دوه كاركوونكي هغه وخت مړه او شپږ تنه تپبان سوه چي غوښتل يې په دغه ولسوالي كي د خپلي ټليفوني شبكې پايه ودروي، د هلمند د والي وياند حاجي محي الدين وويل چي دوى د ځمكي په كيندلو اخته وه، چي د روسانو د وخت ښخ سوى ماين ورباندي وچاودېد. ډاكټران وايي چي د ټپيانو حالت د ډاډ وړ د� �."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان د بهرنيو چارو وزير نن افغانستان ته راځي", "output": "نن د غرمې وروسته به دپاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد قصوري له خپلې اوه کسيزې ډلې سره د دوه ورځنې سفر په ترڅ کې په يوه ځانگړې الوتکې کې کابل ته سفر وکړي. په دغه ډلې کې به د سرحد او بلوچستان ايالتونو چارواکې هم موجود وي. د خپل سفر په بهير کې به دغه پاکستانې ميلمانه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د بهرنيو چارو وزير داکتر رنگين دادفر سپنتا برسيره له نورو افغانې چارواکو سره هم وگوري. د قصوري او افغانې چارواکو ترمنځ به د خبرو اصلې موضوع د ډيورنډ د کرښې د حل لپاره د وړاندې شوي جرگې پر سر وي. د قصوري سره د اوه کسيزې ډلې له غړو څخه يو تن ويلې چې موږ به د خبرو په لړ کې د وړاندې شوي جرگې د اجنډا په اړه تفصيلې خبرې وکړو. د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې قصوري د ناټو غونډي ته په خپله وينا کې ويلې و چې ناټو په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ دى نو ناټو دې له طالبانو سره يو ايتلافي حکومت جوړ کړي چې کرزي په کې نه وي . نوموړي په خپلو دغو څرگندونو سره د افغانانو غبرگونونه راوپارول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طالبانو او کوريايانو خبری پيل سوي", "output": "نن سهار د طالبانو د نطاق يوسف احمدی له قو� �ه ويل شوی چی د غزنی ښار د سره صليب په دفتر کې د کوريايی ديپلوماتانو او طالبانو تر منځ خبري پيل سوی دي . عينی شاهدانو وويل چې د طالبانو دوه تنه استازي ملانصرالله او قاری بصير يې وليدل چې له نامعلو لوري د سره صليب په موټرو کې د سره صليب دفتر ته وليږدول شول. ملی امنيت خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چې د سره صليب ودانۍ ته نژدی سی .قومی مشر حاجی ظاهر بيا وويل دا خبری ا تری به په 12 بجو پيل سی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امیتابچن د خان عبدالغفارخان په رول کې", "output": "سمسور - نوی ډهلی ایډیټ: میرویس جلالزی ټاکل شوي چې ډیر ژر هغه فلم نندارۍ ته وړاندي شي چې د بالیوډ سینما وتلي ستوري امیتابچن پکې د خان عبدالغفار خان فخر افغان رول لوبولی دی. دغه فلم د بالیوډ سینما له لوري د خان عبدالغفارخان د عدم تشدد او همدا راز د غوره کارنامو د انځورولو په موخه جوړیږي. امیتابچن چې د هند تکړه او نامتو فلمي ستوری دی وایې چې په دغه فلم کې به خپلي وروستۍ هڅي و نه سپموي تر څو د نړۍ دغه نامداره څیره هغو کسانو ته هم ور وپیژندل شي چې تر اوسه د هغه د کارنامو په اړه په څه خبر نه دي. خان عبدالغفارخان فخر افغان د پښتونخوا یو سپیڅلی شخصیت وو. په دغه فلم به څه کم یو ملیون امریکایې ډالر لګښت راځي چې د بالیوډ سینما له لوري ورکول کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ايتلافي ځواکونو پر ارزګان هوايي عمليات ترسره کړه", "output": "د ارزګان ولايت د دهراود ولسولى په شاوخوا کې ايتلافي ځواکونو يو لړ هوايى بريدونه تر سره کړي دى پنجشنبه، ٥ عقرب ٢٧ اکتوبر د ارزګان ولايت د دهراود ولسولى په شاوخوا کې ايتلافي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اضطراري حالت او د کابل ښار د مفشنو هوټلونو د مالکینو او مشتریانو شکایتونه", "output": "رپوټ: اسحاقزۍ ایډيټ: میرویس جلالزی په داسي حال کې چې د کابل ښار په هوټلونو کې د اضطراري صحي حالت له انفاظ وروسته د هر ډول غونډو او ټنک ټکور د مراسمو تر سره کول ممنوع کړای شوي دي خو اوس د هوټلونو یو شمیر مالکین او مشتریان وایې چې دغه کار دوي ته سخت سرخوږی جوړ کړی او له مالي پلوه یې بیا د هوټلونو مالکین سخت ځپل شوي دي. د دغو هوټلونو مشتریان وایې چې دوي نه شي کولای د خپلو ودونو او کوژدو مراسم په کورونو کې تیر کړي دا ځکه چې په دغه سړه هوا کې په کور کې د ګڼ شمیر میلمنو میلمه پالنه ناشوني ده او باید دولت په هوټلونو باندي لګول شوی بندیز ژر تر ژره لري کړي. خو په داسي حال کې چې اضطراري حالت لاهم روان دی خو په یو شمیر هوټلونو کې هره شپه ټنک ټکور وي او داسي نښکاري چې ګوندي د حکومت له خوا په هوټلونو باندي کوم ډول بندیز لګول شوی دی. د بینوا ویب پاڼي همکاران کاږي چې په کابل کې یو شمیر هغه هوټلونه د حکومت د امر خلاف د ودوړنو او کوژدو د مراسمو پر مخ پرانیستي دي چې څښتنان یې یا د حکومت عالي رتبه مقامات دي یا د پولیسو د اړوندو حوزو له آمرینو سره نږدې اړیکي لري. په هغو هوټلونو کې چې لا هم خلاص دي د ممتاز محل، اورانوس، شام پاریس، کابل پاریس، آریاناکابل او کرستال هوټلونه یادولای شو. د کرستال هوټل متصدي خلیل عنایت وایې چې دوي ځکه خپل صالون پرانیستی ساتلی چې د بیړني صحي حالت له اعلام دمخه یې د راتلونکي یوې میاشتې د هرې ورځي لپاره له مشتریانو څخه ټپي اخیستي او دوي مجبور دي چې له مشتریانو سره د شویو قراردادونو له مخې هغوي ته خدمات وړاندي کړي.په ورته وخت کې د کابل ښار د هوټلونو د صنف ریس ښاغلی عبدالسلام بیا وایې چې روغتیایې اضطراري حالت د هوټلونو د فعالیت په برخه کې ډیرې ستونزې رامنځ ته کړي دي.خو د عامې روغتیا وزارت نطاق فرید احمد راید بیا وایې چې د هوټلونو د کنټرول چارې په پولیسو پوري اړه لري او دوي یوازي د هغې کمیټې غړي دي چې روغتیاېې اضطراري حالت یې اعلام کړی دی.په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت نطاق زمری بشري بیا وایې چې دوي هیڅ داسي شواهد نه لري چې کوم هوټل د اضطراري حالت له اعلام وروسته خدمتونه وړاندي کړي وي او پولیس پر ټولو هوټلونو پورته کنترول لري او ټول هوټلونه تړلي دي.کابل: په مکرویانو کې د خونړۍ چاودنې مخه ونیول سوه د کابل د څلورمو مکرویانو د شاهین هوټل مخې ته چې واټ ته څیرمه له شینوازده روغتون څخه یوازي څو متره لري پروت دی له یوې خونړۍ چاودنې مخ نیوی وشو. پولیس وایې چې دولت ضد کسانو دری کیلوګرامه تروتیل ډوله چاودیدونکي توکې، سوربي ساچمې د سرک تر څنګ د کثافاتو بیلرونو ته څيرمه په موبایل سیسټم سره تړلي وي چې په چاودیدو سره به یې په لسګونو بي ګناه افغانان مړه او ژوبل شوي وای. د پولیسو یوه صاحب منصب عبدالرحمان په سیمه کې د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې دغه چاودیدونکي توکي د نهمې امنیتي حوزې د ګرځنده ګزمې له خوا تر پیژندګلوۍ شل دقیقې وروسته خنثی کړای شول. دغه توکي په داسي حال کې کشف شوي چې د واټ تر څنګ په څو مترې کې په پراته هوټل کې د واده مراسم روان ول. تر اوسه د پیښي په تړاو څوک نه دي نیول شوي. دغه واټ چې تر څنګ یې چاودیدونکي توکي ونیول شول هره ورځ د لسګونو هغو موټرو د تګ را تګ لاره ده چې په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو پوري تړلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امريكا له افغانستان سره ۶،۴ ميليارده ډالره مرسته كوي", "output": "دمتحده ايالتونو كانكرس له افغانستان سره د ۶.۴ميليارده ډالرو دمرستي لايحه تصويب كړه. دچين دولتي اژانس ژينهوا په خبر،دغه لايحه تيره ورځ دمتحده ايالتونو دخلكو داستازيو له لورې د ۴۰۶ موافقو او لسو مخالفو رايو په اكثريت سره تصويب � �وه.دغه مرسته چې،دافغانستان دازادۍ او امنيتي ملاتړ په نامه ده، د ۲۰۰۸او ۲۰۱۰ زيږيزكلونو په اوږدو كې به افغانستان ته وركړل شي.ياده شوې مرسته به دافغانستان په امنيتي،اقتصادي او بيارغنيزو چارو په برخه ولګول � �ي.همدارنګه له دغو مرستو څخه به د مخدره توګيو قاچاق په مخنيوي كې هم ګټه واخيستل شي.دغه لايحه به دولسمشر بوش تر توشيح كيدو ورسته قانوني بڼه غوره كړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "صلح يعنې (ص، ل ، ح )دصله رحمى، لورونکى ،حالت.", "output": "په تعريف او معنا کښي د هر انسان د � �هن په څېړلو سره اړيکه کېږي خو زموږ په نظر:صلح د درو حرفو څخه جوړه شوېده ( ص، ل ، ح ).ص: صله رحمي. صداقت .صفائي ل: لورونکې . ح : حالت. يعنې د صله رحمى لورونکى حالت.د پروردګارعالم د رحمتونو په لړ کښي هغه قبوله شوې کړنلاره چي د زمان او مکان په ټولو حالا تو کښي خپل ځانته ځانګړى ځاى لري او د ترديد د پاره يې هيڅکله اکثريت نه دى راغونډ شوى پېژنو دا الهي رحمت يوازي د انسانانو په ټولنه کښي د عاقل او بادرکه انسانانو له لوري د مځکي پرموخه پلنه کېږي څو د حيواني او انساني بېلو طرزونو په خوا کښي خپل بارزيت د تفوق ط� �بى په چوکاټ کښي د انساني کړنلاري په پلو ښکاره کړي د شعور او عقل ترمينځ بېلوالى وښيي ، د علم او انسان دوستى بالادستي پر بې علمى او غضب باندي لوړه وساتي او هغه درجه ثابته کړي کوم چي د الهي رحمت په پلو کښي اختصاص لري.په دې کړنلاره کښي د علمي ، فلسفي او ادبي فنونو مرکز د اتحاد په کړۍ کښي يوځاى شويدى چي د سبستې،نننى ورځي سياست او بې علمى موخه يې توره کړېده د ګډ ژوند،انساني برنامو او وحدت په پلوى يې داسي غښتلي ګامونه پورته کړيدي چي د شاته تللو امکان يې د تاريخ په ادوارو کښي چا نه دى ليدلى که څه هم د مؤقت زمان په غېږ کښي ناخوالو خپل کرغېړن اعمال پلي کړيدي خو د بقا او استقرار حالت يې نه دى موندلى له همدې کبله ويلاى شو صلح د مځکي پرموخه د يوې دوامداري او قبولي شوي کړنلاري حق و خپل ځانته خپل کړيدى چي د نوعيت له لحاظه په دوو برخو وې� �ل کېږي. • دائيمي صلح • مؤقت صلح دا دواړه حالته بيا په خپل شتون کښي په خپل محوري اساس په دوو برخو وېشل شويدي.لومړى: صلح د صادرولو په شکل کښيدوهم: صلح دغوښتلو په شکل کښي لومړى: صلح د صادرولو په شکل کښيالف: د انساني غوښتنو په توجه . ب : د الهي رحمت په پلوکښي.الف: د انساني ت� �بثاتو او د وخت د ضرورت په تقاضاسره صلح په انساني مختصه ټولنه ، کورنۍ او چاپېريال کښي چي د ګډ وډى ميدان وي په داسي ډول پلي کېږي چي د حقوقو د تضمين مراعات د بارز قدرت په ګټه ښکاره وي کمزوره ځکه د صلح قاعده غوره ګڼي چي د ژوند تاء مين يې وشي او يا هم د راتلونکي ژوند دپاره يې د ځان جوړولو قدرت تضمين يا وساتل شي.ځکه د تفوق طلبى فکر د هر انسان په تخيل کښي يو نغښتل شوى راز دى په داسي حال کښي چي د خپلي کړنلاري احساس د صلح په پ� �وشو کښي و ويني سمدلاسه و همدې کړنلاري ته رجعت کوي او که د ماءيوسى تصوير په کښې انګازې و کړي نو خپله موخه ترې اړوي.په همدې ډول داسي صلح د يوې خاصي مرام د پاره د اختصاصي برنامو تر عنوان لاندي پلي کېږي نه د وحدت او يو والي په لحاظ ځکه نو د مؤقت وخت په دوران کښي يې د پلي کېدلوامکان شته خو د تل پاتي قاعدې له مزاياو څخه بهره نه لري ځکه د انساني قدرت لاس په لاس کېدل د نظام د يوه حالت نمايندګي نه کوي وروسته به پرې بحث وشي.ب: دالهي رحم ت په پلو کښيد تل پاتي قانون په حيث د مؤقت او دايم دور د پاره.کله چي انسان د مځکي پرموخه د خپل ژوند تګ� �اره و ټاکل او داطاعت سجود يې و خپل رب ته په ځاى کړ نو رب العالمين هم د خپل رحمت لړۍ پرې بنده نه کړه بلکه تر ه� �څه نه ډېر يې د انسان توجه د علم لورته وګرځول او په دې يې ماء مور کړ چي د علمي دنيا له لوري د حقايقو لاس ته � �اوړنه د تل پاتي ثمر په درلودلو سره دالهي ذات په پېژندګلوى کښي اهم رول لري .کله چي دا دوه مقصده ترلاسه � �ول نو د صلح تګلاره په خپله د پلي کېدلو په پلو حرکت سمبالوي چي نتيجه يې د انساني ټولني پياوړتوب د نورو غير انساني مخلوقا تو په پرتله صعودي قوس ته پيمايش ورکوي.خاص قوم او منطقې ته يې توجه د ضرورت په بنياد راموخي ته کېږي خو په اساس کښي يې تهداب د مځکي پرموخه د ټولو مخلوقاتو په وړاندي يوشانتي دى ځکه د ضرر او ګټي کومه � �ابطه يې د الله پاک سره نه اړيکه کېږي او نه هم په دې لاره کښي ورته د مجبوريت احساس شته هرڅه چي پېشنهاد � �ويدي ټول د انسانانو ترمينځ د ښه ژوند تضمين کوي او د تل پاتي قانون په ماحول کښي دمؤقت او دايم دور په جريان کښي تطبيق کېږي له همدې کبله يوازنى غوره کړل شوې فورموله ده چي د علمي دنيا نمايندګي کوي . صلح د معنا له رويه د اسلامي او غير اسلامي قانون په غېږ کښي يو شانتي ځلېږي خو دقوانينو په ځانګړي خصوصياتو سره يې پياده کول خپل ځانته شرايط وضع کړيدي ځکه د نن ورځي تود بحث ګرځېدلى دى په حقيقت کښي د اسلامي قوانينو په بنياد صلح د ټولني خيرخواهي او د فرد مصؤنيت ته په کلکه توجه ګرځولې ده او د دې لاري جزئيات يې له نظره نه دي غورځولي په داسي حال کښي چي د عقيدوي حقايقو او تپل شوي خرافاتو ترمينځ بېل والى د سالم عقل او پاک وجدان په درلودلو سره انزواکېږي نو ځکه د بشري غير اسلامي وارداتي صلح سره يې تړون ممکن نه دى او د رديف هم قطاري نه شي کولاى. صلح د خپل نوم څخه د هر انسان روح ته د آرامى او نېک ژوند پيغام لري ځکه خو د ککړ والي سره لاس نه شي ورکولاي .صلح د انساني ګډ ژوند يو مبرم ضرورت دى د تخيل او شاعرى ليکه نه ده.صلح د لاس لاندي او لاس بري ترمينځ توپير نه لري او نه هم داقرباء پرستى شعار قبلوي.صلح بايد د صلح په قوانينو ولاړ تهداب ولري نه د غرض او ګټي پرمبنا.له همدې کبله صلح د خپل تعريف او قاعدې په چوکاټ کښي هغه الهي لارښودنه ده چي د انتقام اوشيطاني خواهشاتو په ضد د عدالتي نظام او انساني پوره واکمنى رول له خپله ځانه سره لري اود پلي کولو د پاره يې سالم عقل د پاک وجدان سره د دې ارمان پوره کول د مځکي پرموخه په ارمغان راوړلاى شي نه هغه تشريفاتي دستورالعملونه چي د مستۍ په حالت کښي يې واکمن په انفرادي ډول د هپنوتېزم په حالت سره ښکاره کوي .د غير اسلامي قوانينو تر شعار لاندي د صلح د تاء مين پايداري په اسلامي نړۍ کښي کېداى ځکه نه شي چي هلته دحلا ل او حرامو،حق او باطل ، ظالم اومظلوم کړنلارو ته د عدالت په سترګه نه کتل کېږي بلکه د شخصي ګټي په خاطر د مظلوم په سر د تېشې وهلو او يا هم دوارد شوي قوانينو د پلي کولو د پاره ګامونه پورته کېږي د عمومي قاعدې او يا هم د لاس برى په دور کښي د صلح لفظ او پلي کول هيڅکله د توجه وړ خبره نه ګرځي.د صلح په لاره کښي د خنډ سببونهپه عمومي حالت کښي د زور، جبر او خود غرضى له مينځه وړل دي څو د ګډ ژوند زمينه د انسانانو تر مينځ په يوه ساحه ، قاره ،قوم او ياهم کورنى کښي پياده کړي په دې کړنلاره کښي هر انسان د خپل ژوند په کړنلارو باندي قابض وي خو د نورو انسانانو په حقوقو تجاوز او تېرى نه شي کولاى يا په مشرح ډول سره د فساد داچولو اجازت نه لري.فساد وايي و څه ته ؟هرهغه مردود عمل چي د بل انسان د خوښى په اسبابو باندي ناوړه اغېزه وکړي.هغه کړنلاره چي د ټولني د روزمره ژوند د پاره د ناراحتى احساس پيدا کړي.داسي کړنلاري چي په ټولنه کښي دبې اعتمادى درز واچوي.دنفسي خواهشاتو يا پردو په لمسون د خپلوى د اړيکو شلېدلو ته فساد وايي.په همدې ډول په لس ګونو نور تعريفونه چي د انساني ضد اعمالو ښکارندويي کوي د فساد په برخه کښي يو ځاى کېدلاى شي ځکه د صلح په راتللو سره داسي اعمال مردود ګڼل شويدي او د قبول وړ نه شي ګرځېدلاى. فساد ډېرانواع لري چي د صلح په پايدارى کښي منفي اثرلري له همدې کبله و مجرم ته يې د سزا بېل قواعد ټاکل شوي دي څ ود لا قانونيت ټغر ټول کړي.لومړى: د فساد د منفور کولو په غرضپروردګارعالم په خپل پاک ارشاد سره د همدې خب� �ي په تائيد کښي داسي بيان لري.﴿ وَلاَ تُفْسِدُوا فِى الاَرْضِ بَعْدَ اِصْلاَحِهَا ... (٥٦ ) ﴾ الاعراف ت� �جمه: نه به جوړوى فساد په مځکه کښي وروسته تراصلاح دغلطيو.په وضاحت سره بيان دى چي د تخلف په صورت کښي فاعل ته د سزا د اورولو قواعد شته او په تطبيق کښي يې د مشر او کشر، حاکم او محکوم ترمينځ توپير نشته او نه هم د جوړ جاړى کومه لاره.﴿ وَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِيْنَ (86 ) ﴾ الاعراف ترجمه: و ګورئ څنګه شو عاقبت کار د مفسدينو.دلته به سوال پيدا شي کوم خلک او په کومه زمانه کښي؟ همدا خبره ده چي د عقل خاوندن او د نظر خاوندان سره بېلوي او موږته دا را په ګوته کوي چي د علمي دنيا او بې علمى پلو څومره يو د بله سره په لي� �ي واټن کښي پراته دي. د تاريخي شواهدو موزيم ته به لاړ شو هلته به په کوم حالت سره د مړو اسکلېټ و وينو؟ � �يا دا بېواکه هډوکي د ژوند په دوران کښي همداسي غير فعال پراته وه؟که داسي نه وي بايد د سالم عقل په درلودلو سره د حقايقو په پټولوکښي د خپل نفوذ او سرمايه څخه ګته وا نه خلو بلکه پرېږدو چي د حق قانون د انساني ټولني په ماحول خپلي ځلانده وړانګي و ځلوي.په آخرکښي د خپلي جملې خاتمه په دې الهي ارشاد سره چي د هود (ع) له قوله الله پاک و موږ ته رسولى دى د قرآن پاک په سورتونو کښي ليکل غواړم.﴿ وَيَاقَوْمِ اَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلاَ تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْيَاءَهُمْ وَلاَ تَعْثَوْا فِى الاَرْضِ مُفْسِدِينَ (85)﴾ هودترجمه: اې قومه زما پوره ورکوئ تاسي پيمانه او تله په انصاف سره او مه کموى تاسي خلقوته شيان ( م الونه )د دوى او مه ګرځى تاسي په مځکه کښي فساد کونکي. اصلي اواهم هدف دلته د صلح و راتللو ته د الهي استاذو دعوت او د صلح د لاري قوانين چي تاسو ولوستل ښکاره شو ټوله د دې خبري وضاحت کوي د نن څخه په زرګونو ک� �ونو مخکښي د صلح شعار د اسلامي نړۍ کړنلاره وه او ده ځکه هيڅکله د نا خوالو سره د دوستى لاس نه شي ورکولا� �.دوهم :د فساد سرچشمه درواغ هغه څرګندوني چي د حق په بنياد ولاړي نه وي .هغه ويناچي دزړونو د خوږ سبب جوړوي.هغه خبري چي د وخت ضياع مينځ ته راوړي او يا هم د پاروني عامل ګرځي.هغه لمسونکې يا مرموزه خب� �ي چي دکدورت ، بخل ، حسداو کينې په ماحول کښي نغښتي وي. رب العزت مهربان رب د همدې ناوړه عادت يا وينا په خاطرداسي ارشاد لري. ﴿ اِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِىْ مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ(3)﴾ الزمرترجمه: په تحقيق سره الله نه کوي لارښوونه هغه چاته چي دى درواغ جن نا شکره وي.﴿ وَيْلٌ لِكُلِّ اَفَّاكٍ اَثِيمٍ(7)﴾ا� �جاثيه افسوس دي وي ټولو هغه کسانو ته چي درواغ تړونکي ګنهکار وي.﴿ فَلاَ تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ(8)﴾ القلم ترجمه: مه کوه پيروي د درواغجنانو﴿ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ(10)﴾ البقرة ترجمه: و دوى ته عذاب دى درد ناکه په هغه سبب چي وه دوى درواغ ويونکي.درواغ د انساني شخصيت په ټيټوالي کښي اهم رول لوبوي .درواغ د انساني ټولني قبول شوي قوانينو ته لوى زيان رسوي. درواغ د خلکو په مينځ کښي د کرکي ، جنګ او کدورت کړنلارو ته لمن وهي.درواغ د ژوندانه په ټولو معاملا تو کښي منفي اثر غورځوي ( د تجارت،قرض ح سنه، پور،ايماندارى، صداقت او ګډ ژوند په برخه کښي د بې اعتمادى تفکر پيدا کوي). په هغه تړون کښي چي د صداقت په عوض د درواغو خبري د تظاهري بڼي په غولولوسره منظوري شوي وي هيڅکله پايدارى ته نه رسېږي او نه هم د پوره باور ايمان ټينګ کولاى شي.له همدې کبله درواغ د صلح په تړون کښي د شک اوترديد حالت مينځ ته راوړي چي نتيجه يې د صلح له مينځه تلل او د ناخوالو راتللو ته لبيک دى .درې يم: عهد ماتولهغه کړنلاره چي د صلح په ايجاد کښي د ځينو شرايطو په وجود مينځ ته راځي پرې د وفا عمل ضروري دى که چيري د عهد ماتول اويا هم سر سري کتنه و� �ته وشي نو د صلح دوام د خپل اصلي محور څخه وزي او د ګډ وډى لور موخه کوي له همدي کبله په عهد و درېدل او د هغه قبلول د صلح په تړون کښي يو اهم رکن دى چي د خلاف په صورت کښي فساد خپل اوج ته رسېږي او د ناخوالو ځاى دوباره ډک کېږي .رب العزت مهربانه خداى (ج) په دې هکله ډېر ارشادات د قرآن پاک په زرينو پاڼو کښي موږ ته استولي دي چي د نمونې په توګه يې داسي لولو. ﴿وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ اِذَا عَاهَدُوا ... ( ١٧٧ )﴾ البق� �ةترجمه: او وفا کوئ په خپلو عهدونو باندي هغه وخت چي عهد (پيمان ) مو وتاړه.﴿ لاَ يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِا� �لَّغْوِ فِىْ اَيْمَانِكُمْ وَلٰكِنْ يُّؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْ تُمُ الاَيْمَانَ . ( ٨٩ )﴾ المآئده ترجمه: نه نيسي تاسي په ګناه باندي الله پاک په چټي عهدونو د قسمونو ستاسي مګر دومره خبره ده چي مؤخذه کوي تاسي په هغه وخت کښي چي و تړى تاسي عهدونه په کلکه سره.﴿ وَلاَ تَكُونُوا كَالَّتِىْ نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْۢ بَعْدِ قُوَّةٍ اَنكَاثًا تَتَّخِذُونَ اَيْمَانَكُمْ دَخَلاً ۢبَيْنَكُمْ اَنْ تَكُونَ اُمَّةٌ هِيَ اَرْبٰى مِنْ اُمَّةٍ اِنَّمَا يَبْلُوكُمُ اللَّهُ بِهِ وَلَيُبَيِّنَنَّ لَكُمْ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ مَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ (92)﴾ النحل ترجمه: او مه کېږئ تاسي ( دعهد په ماتولو کښي ) په شان د هغه چي بېرته به يې اوم ه کول تارونه ورېشلي خپل وروسته تر محکم والي ( تاو و ولو ) حال داچي ټوټې ، ټوټې وې داسي چي نيسى تاسي عهدونه خپل ( پلمه ، ټګي ) په خپلو منځونو کښي په سبب د دې چي شوه به يوه ډله ډېره زياته له هغه بلي ډلي څخه بېشکه همدا خبره ده چي آزمويي تاسي الله په وفا د دغي وعدې سره، او خاماخا بيان به کړي هرومرو الله تاسي ته په ورځ کښي د قيام ت هغه شى چي وى تاسي په هغه کښي په اختلاف سره.دهمدې مبارک آيت په معنا کښي چي د مفهوم څخه يې وضاحت دى په وعده باندي د وفا کولو امر دى څو د صلح تړون پايدار پاتي شي که چيري د پلمې يا ټګي په خاطر عهد شوى وي او يا هم د همدې بهانو څخه ګټه پورته شي نو په حقيقت کښي د هرج او مرج ميدان تودېږي ځني د کفارو څخه به چي په خپلو م نځونو کښي به يې د صلح تړون امضاء کړ نو د خپل قووت په لټون کښي به يې د نورو قومونو جلب و ځانته لټاوه کله چي به يې خپل قووت ډېرکړ نو سمدلاسه به يې د تړون په ماتولو کښي شروع وکړه او بيا به د ناخوالو ميدان تود شو له همدې کبله الله پاک ارشاد وفرمايه چي د خپلو تړونونو په اجراء کښي ټينګ و درېږى او داسي مه کېږي لکه هغه څوک چي د وړيو اومه تارونه ورېشي څو ترې پاخه تارونه جوړکړي خوکله چي يې تارونه جوړکړل نو سمدلاسه يې بيرته وريشي او تار ، تار کوي يې. څلورم: خيانت هغه کږه لاره چي تر منزل پوري نه رسېږي خو د شر او فساد لاره پ� �انېزي. ﴿ وَلاَ تَكُنْ لِّلْخَائِنِينَ خَصِيمًا(105) ﴾النسآء ترجمه: او مه کېږه له جانبه دخيانتګرو جګړه کونکى ﴿ وَلاَ تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ اَنفُسَهُمْ اِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ مَنْ كَانَ خَوَّانًا اَثِيمًا(107) ﴾ النسآءترجمه: او مه کوه جګړه له طرفه د هغه کسانو چي خيانت کوي دوى له ځانونو خپلو سره بېشکه چي الله نه خوښوي هرهغه څوک چي وي خيانت کونکى. ﴿ وَاَنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِىْ كَيْدَ الْخَائِنِينَ(52) ﴾يوسف ترجمه: او په حقيقت کښي الله په لار نه برابروي کيد( مکر) د خيانت ګرانو. خيانت هم د صلح په تړون کښي ناوړه اثر غورځوي ځکه په مکر او فريب سره د صلح معاهده پايداره کېږي نه او داسي صلح هيڅکله کام يابه نه وي موږ مخکښي ولوستل چي صلح د ټولني د خير او بهبود په غرض مينځ ته راځي نو داسي کسان چي د خپل ماحول، ټولني، ملک او چاپېريال په وړاندي د مسؤليت احساس نه لري هيڅکله د صلح په تړون کښي مثمر نه واقع کېږي ځکه دا سي کسان د مطلب او مرام په خاطر د صلح آواز پورته کوي خو کوم وخت چي يې د مطلب غوټه خلاصه شول سمدلاسه د قانون په ماتولو کښي پېش قدمه کېږي له همدې کبله خيانت او د خيانت پلويان د فساد په کړۍ کښي شمېرل شويدي.پنځم: د فاس� �ينودخالت د صلح په تړون کښييو بل مهم اړخ چي دفساد په دخالت او د صلح په ماتولو کښي رول لري او د ماتولو په اړخ کښي ضروري اغېزه ښندي هغه د فاسقينو سره دصلح د تړون لاسليک دى چي هيڅکله نه کاميابه کېږي او د دوام چانس بېخي نه لري ځکه فاسق او د هغه ملګري هيڅکله د صداقت،رښتينولى، صميميت او پاکي فضا په رامينځ ته کولو کښي سعى نه لري دوى د خپلو غوښتنو تږي وي او د خپل بقا پايښت په همدې ګډ وډى کښي ويني که چيري د خپل چلونو او فرېبونو په ذريعه عوام او ساده لوح خلک و غولوي د دوستى ترنوم لاندي ورسره معاهده وکړي نو دا هم دوى د خپلو ګټو په خاطر تر سره کوي نه د مقابل لوري د نېک نظر په خاطريا هم په ټولنه کښي د فسق او فساد د له مينځه وړلو په خاطر . رب العزت لوى خداى (ج) موږ ته د دې کسانو په هکله پوره تشريحات کړيدي او قرآن پاک داسي ارشاد لري.﴿ وَاِذَا قِيْلَ لَهُمْ تَعَالَوْا اِلَى مَا اَنزَلَ اللَّهُ وَاِلَى الرَّسُولِ رَاَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُودًا(61)﴾ النسآء ترجمه: هغه وخت چي و ويل شي دوى ته ( منافقينو ته ) راشئ و طرف ته د هغه چي نازل کړيدي الله ( قرآن ) او طرف د رسول د هغه ( محمد ته ) نو ګورې به ته منافقين چي مخونه به اړوي له تا څخه په ګرځېدلو سره. دوى داکار ځکه کوي چي د خپلو اغراضو حصول ته ورسېږي نه په دې خاطر چي صلح پايداره شي او يا هم په ټولنه کښي فساد ورک شي. ﴿ اَلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْۢ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَ� �ْطَعُونَ مَا اَمَرَ اللَّهُ بِهِ اَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الاََرْضِ اُوْلَئِۤكَ هُمُ الْخٰسِرُونَ (27)﴾ البقرة ترجمه: هغه کسان چي ماتوي وعدې خپلي وروسته تر قول او قراردادونو ( ميثاق ) خپل او پريگكؤه كوي د هغه خگه سره چي امركؤيدى الله په هغه وعده سره داچي وصل شئ او فساد جوؤوي په محگكه كښيدغه كسان هم دوى دي خساره كونكي . د همداسي کسانو سره مقاطعه په کار ده اود صلح تړون ته هيڅ کوم ضرورت او اړتېا نه ليدل کېږي ځکه په هر زمان او مکان کښي داسي اشخاص خپل تړون ماتوي او د ټولني په ب� �بادى کښي خپل اهم رول اداء کوي له همدې کبله: ﴿ فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفٰى بِاللَّهِ وَكِيلاً(81)﴾ النسآء ترجمه: پس موخه ترې واړوه له دوى څخه او توکل و کړه په الله او بس دى په ال� �ه سره وکالت ( ساتنه ). تر دې ځايه د فاسقينو په هکله ډېر لږ معلومات اداء شول چي د صلح په تړون کښي د منفي اثر غورځونه کوي او حتى د دوى سره تړون هم کومه ګټه نه لري. نور بيا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ماسکوکې د سروزروقران مجيدنندارې ته وړاندي شو", "output": "په ماسکو کښې له سرو زرو نه جوړ شوے قران مجيد د نندارې لپاره کېښود شو د روس د غېرمسلمو او اسلامی کلتور او تمدن ته ګروهنه لرونکو لخوا د مذهبونو او تمدنونو د نزدېکت په هدف سره د قرآن مجيد يوه داسې نسخه د ماسکو د ښکلو هنرونو په پوشکين ميوزيم کښې د نندارې لپاره کېښودې شوه چې ټول له ډېرو اصلی او اعلی عيار س� �و زرو نه جوړ او ليکلے شوے دے چې ټول وزن يې څوارلس کېلوګرامه دے ويل کيږی چې دا د نړۍ يوه ډېره نايابه نسخه ده او په داسې ډول برابر کړې شوې ده چې جعل کول او نقلول غېر ممکن دی. د نندارتون به تر دوو اونيو پورې دوام ولری. همدا � �نګ د نندارې لپاره د ايران د ولسمشر محمود احمدی نژاد، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بردی محمداف په شمول د پاکستان، سعودی عربستان، ملېشيا، قزاقستان، اردن، قطر، متحده عرب امارات، کوېت، قرقيزستان، ازبکستان، تاجېکستان او اذر بائيجان له لوړ رتبه چارواکو څخه بلنه شوې ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جهاني کېدو بل شاني روايت", "output": "١٣٨٤ د غويي د مياشتي ٢٣مه هدايت الله هدايت ـ استراليا نن سبا د جهاني کېدو يا ګلوباليزېشن خبره هر چيري او په هر ځاي کې ډېره ياديږي . سياست پوهان دځينو هېوادو مشران او دسترو او لويو کمپنيو خاوندان چې دهغوي پانګه اوس د سل هاو ميليونو ډالرو نه اوښتي او سر يې و سل هاوميليارډو ته رسولی دی ودې جهاني کېدو ته ډېر هوسيږي او خبري يې ډېري را پورته کوي . خو په نړيواله سطحه دا جريان د زياترو خلګو د غصې او مخالفتونو سره مخامخ کيږي ، په هېوادونو کې پرګنې ورباندي را پاريږي اود جهاني کېدو پر نني جريان باندي خپله کرکه او خفګان ښکاره کوي . په رښتيا داجهاني کېدل څه معنی لري او څه غواړي ؟ تر اوسه پوري د جهاني کېدو يا ګلوباليزېشن د نامه نه بېلا بېل تعريفونه سويدي . په دې هکله ويل کيږي چې دا پروسه يو عام بشري جريان دی چې د بشر دتاريخ د پيدايښت نه را پيل سوې او تل يې و جود ﻻره خو زموږ په دوران کې ياني په دې څو ورستيو لسيزو کې يې بېړنی پر مختګ کړی دی . داسي ويل کيږي چې دا د نړيوالو د کار او توليد ګډ محصول دی چې هميشه د جهاني کېدو او ټولنيزېدو خواته روان وو. د دې جريان نه داسي لورېده چې په بېلابېلو عرصو کې د نړيوال اقتصاد په پياوړتيا سره به و نړيوالو ته ټولنيز عدالت، هوساينه، نيکبختي اود تکنالوژۍ د ﻻسته راوړنو دپراختيا اوګډې استفادې پراخ امکانات برابر کړي. داطلاعاتي او ارتباطي ټکنالوژۍ نه به پراخه او دټولنو د ښېګڼو دپاره به استفاده وسي او په نړيواله سطحه به د علم او پوهي د جهاني کېدومزي او آسانتياوي او ډېري داسي نور ي ﻻري خلاصي کړي چې و ټولو انسانانو ته به ډېر تازه فرصتونه را مينځته کړی او هغه به بيا د بشريت و راتلونکي نسلو ته دعادلانه اوسپيڅلي ژوند اميدونه راوسپړي . داوسني جهاني کېدو مبليغين وايې چې نړۍ اوس په يوه کوچني کلي باندي بدله سوې ده او هر څه چې دوی غواړي هغسي به کيږي . هغوی وائې چې څرنګه چې د امريکا د متحده ايالاتو سياسي، اقتصادي، علمي او فرهنګي و ضعيت په داسي يو حالت کې قرار لري چې دا هېواد يې د نورو پر مختللو هېوادو په سر کې درولی دی، ځکه نو جهاني کول بايدد امريکايې کولو په معني تعبير سي . هغوی په دې اړه دنورو ډېرو صنعتي پرمختياو سره سره د ارتباطي تکنالوژۍ پرمختګ چې د جهاني کېدو د جريان سره يې ډېره کارنده ونډه اخيستې ده، يادونه کوي اووائې چې د کمپيوټر او د ارتباطي تکنالوژۍ ونډه يوازي دنړۍ دکرې ودې يا هغه اړخ ته په آن واحد کې د اطلاعاتو رسول د جهاني کېدو د پروسې سره په حيرانونکي توګه مرسته کړېده او دې وضعي د جهان بډايان په دې توانولي او داسي يې بر ﻻسي کړيدي چې و نړيوالو ته د خپل فرهنګ معيارونه هم و غزوي . ځيني بيا وايې چې جهاني کېدل ټوله نړۍ په يوې کښتۍ کي ځای کړې او په يوه ناپايه اوقيانوس کې يې ايله کړيده څو دا د انسانانو خيلونه ودېته اړ باسي چې خامخا به د بډايانو په ګټه او غوښتنه و يوه ګډ سرنوشت او فرهنګ ته غاړه ايږدي او ددوې په خوښه به د وضعي سره سم ځانونه عياروي . دغه طراحان وايې چې په نني عصر کې يواځي په اصطلاح يو غالب تمدن وجود لري او هغه هم د لويديځ تمدن دی چې په خپل بډاې اقتصاد سره چې د ولسونو د زيار او پوهي په برکت يې تر ﻻسه کړی دی، ددې وس لري چې د نورو هيوادونو او ټولنو فرهنګونه په نوبت سره په خپل ځان کې را ګډ او منحل کړي . خو هغه هيوادونه چې بيا مقاومت کوي او و دوی ته غاړه نه ايږدي نو هغوی به يا ددموکراسی د خپرولو په بهانه را چپه کوي او يا به يې داسي تر خوږ ګوته نيسي چې په خپلو هيوادونو کې به يې د هغوي د دايمي پوځي اډو په جوړلو باندي راضي کوي !! فريدريک جيمون يو امريکايې څېړونکی په دې باور دی او وايې چې هغه خلګ چې د جهاني کېدو تر بريد لاندي راځي فرهنګ يې پيسې او پيسې يې فرهنګ ګرځيدلي دي . دغه طراحان په دې عقيده دي چې ټوله نړۍ بايد دغه واقعيت درک او دهغه سره ځانونه عيار کړي او په هکله يې بايد هيڅ ډول حساسيت و نښيې ! خوګڼ شمېر خلګ چې د اوسني جهاني کېدو وژورتيا ته ګوري او هغه څه چې ددې پروژې تر شا پراته دي هغه را سپړي نوهغوي بيا بل شاني فکر کوي . هغوي د جهاني کېدو دا اوسنۍ پروسه يوه امريکايې پانګه واله نخشه بولي چې په دې ډول غواړي د ټولي نړۍ او هيوادونو پر شتمنيو ﻻس تير کړي او و يوې داسي تازه مرحلې ته يې پوري وهي چې په بېلابېلو بهانو باندي د نورو هيوادونو د زيرمو ﻻندي کول يې لوی هدف دی . هغوي په دې باور دي چې د جهاني کېدلواوسنۍ جريان د متحده ايالاتو او د نورو هيوادود سترو شتمنو کمپنيو تر لاس ﻻندي راغلې ده او غواړي چې دخپلو ګټو د پړسولو سره يوځاي د ملتونو د فرهنګونو، اديانو او مذهبي عقايدو امحأ هم دخپلي تګلاري جز وګرځوي او دا جريان په ټوله نړی کې ديوه واحده لويديځ فرهنګ او دين د رواجولو او پراخولو په وسيله واړوي، ځکه نو ډېرو و هغه ته د فرهنګي يرغل يا د لويديځ فرهنګ دجهاني کېدلو عنوان هم ورکړيدی . ډېر بيا پوښتنه کوي چې ددې جهانې کېدو تر شا څه اوکوم محرکه ځواکونه پراته دي؟ او په دې جهاني کېدو کې به د څو مليتيزه شرکتونو وزن او ددولتونو مسئوليتونه څه وي؟ د نړيوال د تجارت سازمان، د پيسو نړيواله صندوق، نړيواله بانک او د داسي نور ورته سازمانونه به چې د نړۍ اقتصادي ښارګونه يې په ﻻس کې نيولي دي ، ددې جهاني کېدو دپروسې سره څه ډول چلند لري؟ دجهاني کېدو په جريان کې به دنړۍ په کچه د پانګي دوران، او نورو هېوادو ته د کارخانو لېږدول او داقتصادي فعاليتونوڅرنګوالۍ او په دې سازمانو او صنوقو کې د پانګي تمرکز او داسي نور به دچا په ګټه تماميږي؟ د متحده ايالاتو د سلطې نقش به په دې جهاني کېدو کې څه ډول ښودل کيږي؟ دغه او دې ته ورته ډېري داسي پوښتني دي چې هره يوه يې دجهاني کېدو وروايت ته بېلابېل ځوابونه ورکوي چې دهغه پر راتلونکي نقش باندي نور بحثونه غواړي او بايد چې جلا څېړني او ليکني ور باندي وسي . د ټولنيزي زده کړي ډېرو کارپوهانو او د نظر خاوندانو ﻻ پخوا د خپل فکري چاپېريال په ماحول کې د جهانې کېدو جريان په خپلوعلمي ليکنو او تحليلونو کې منعکس کړی دی او پر هغه باندي يې د ننۍ ورځي دغوښتنو او د بشريت د تکامل د اصولو سره سم روښني اچولې، او هغه يې د بېلابېلو اړخونو د نظره تر بحث ﻻندي نيولې ده . کلاسيکو ټولنپوهانو او د نظر خاوندانو لا پخوا په ډېر سيستماټيک ډول د جهاني کېدو پر راتلونکي باندي توضيحات ورکړي دي اود هغه په هکله يې خپل نظريات ښودلي دي . ددې نظريې مخکښانو ﻻ پخوا د پانګه والي د پيدايښت سره جوخت، دا سيسټم يې يوه داسي پديده ګڼلی ده چې د جهانې کېدو نه بغير د پر مختيا او ودې امکانات نلري او د ژوندی پاتي کېدو هيله يې نشي کېدﻻي . دې کارپوهانو په ډاګه دا خبره څرګنده او ثابته کړېده چې پانګه والي که جهاني بڼه غوره نکړي يعني جهاني نسي نو له مينځه ځي او ور سره يې دا خبره هم جوته کړېده چې پانګه والي په هر ځاي کې چې پښه ږدي نو هغه ځاي د خپل وجود يوه برخه ګڼي . دنړۍ په بيلابېلو ځايونوکې په مختلفو ډولونو د هيوادونو تسخيرول په لومړي سر کې دسياسي، پوځي او اقتصادي استعمار په شکل را مينځته سويدی؛ وروسته يې بيا د نوي استعمار يعني سياسي او اقتصادي شکل نيولی دی او نن يې هم دادی د نئوليبراليزم يا صرف اقصادي بڼه غوره کړېده . ځينو بيا لکه فرانسوي ټولنپوه دورکيم د نولسمي پېړی په آخره کې د نړيواله ارزښتونو اوهغه څه چې د موډرنه تمدن نه را پيداسوی او د ټولنيزو پرمختګونو په جريان کې دټولني و پوهي او جهاني اخلاقو ته يې بدلون ورکړی دی، خبري کوي . هغه وايې چې نړۍ و هغي خواته حرکت کوي چې خامخا به دغه ارزښتونه يو دبل سره يوځاي کيږي او په نتيجه کې به يو واحد او ارزښتمنده جهاني نظام را مينځته کوي . خو الماني ټولنپوه ماكس وبر بيا دا نظر وړاندي کوي چې يونيورسل يا ټوله نړۍ د تاريخي سير په دوران کې دې مرحلې ته ځان را رسولی دی چې دموډرني نړۍ د ځانګړتياوو سره يوځاي صنعتي جهان به پر انسان باندي تسلط پيداکړي . هغه وايې چې دا تسلط انسان د بوروکراسۍ په قفس کې بندي کوي چې هغه دغه سلطه د بوروکراتانو د ډيکټاټورۍ سره تشبيه کوي او داسي تلاښ ته يې ورته بولي چې انسان به د انسانيت د خوي او خاصيت نه خالي کړي . دكتر سميرامين د عربي نړۍ يو پياوړی او پېژندل استازی او د جهانې کېدو د سياست يو سرسخته مخالف دی . دغه مصري پوهاند چې په اقتصاد کې يې خپله دوکتورا د پاريس د پوهنتون نه تر ﻻسه کړېده هغه بيا وائې چې جهاني کېدل يوه مخکې تر مخکي جوړه شوې پروژه ده اودا د پانګه والۍ دپراختيا او ودي سره يو ځاي ددې نظام قوانين او پر ټوله نړۍ باندي د لويويځي ارزښتونو استيلا حاکموي . هغه وايې چې د جهاني کېدو سياست دوه عمده هدفونه تعقيبوي يو داقتصاد و جهاني کېدو ته ﻻ نوره هم پراختيا او ژورتيا ورکوي چې پر بازار باندي هماغه نړيوال تسلط دی او بل هدف يې د ملتونو او حکومتونو د مقاومت داصل له منځه وړل دي . سمير امين په دې باور دی چې د جهاني کېدو استراتژي د يوه بازار په حيث پر ټول جهان باندي بر اعلا تسلط دی . هغه وايې چې ددې کار پايلې به په هغو هېوادونو کې د ملي يووالي او وحدت زوال راولي کوم چې پر استعمارچيانوباندي نيوکي نيسي . د ګټي د اخيستلو نابرابري او په هغه کې درغلي دګلوباليزېشن يا جهاني کېدو د منفي عواقبو ترټولو لويه اوناوړه اغيزه ده . دغه نا انډولي ددې سبب ګرځيدلېده چې هم په نړيواله سطحه او هم دهېوادو په کچه دوه ډوله اقتصاده را مينځ ته کړي . يو د بډايو اقتصاد اوبل د نادارو. او دا يوه لويه نړيواله لانجه ده چې د دائمي حل ﻻره يې اصلاً په دې اوسني سيسټم کې نه ليدل کيږي . جهاني کېدل وډېرو پوښتنو ته ديوه سيسټماټيک چلند ضرورت را پورته کوي. داسي مسئلې لکه د فقر او بې عدالتی سره مبارزه يا دژوند دچاپېريال ساتل چې په خپل ذات کې په ټوله جهان پوري تړل کيږي . په دې هکله فردي او شخصي برخورد او همدارنګه د بازار د قوانينو عامول ودې پوښتونو ته د ځواب توان نلري بلکه برعکس هغوي پخپله د توپېر او تضاد منابع بلل کيږي . ډېر په دې باور دي چې دليبرالي جهاني کېدلو په وړاندي بديل دوګړو او نسلونو د پيوستون پر بنياد و يوې اوږد مهالي لير ليد ته اړتيا لري . دغه کار ديوه ډله ايزه عمل او په نړيواله اړيکو کې د نويو برابرو او عادلانه قواعدو إړتيا را برسيره کوي . په دې کې شک نسته چې جهاني کېدل داسي يوجريان دی چې شاته نه راګرځي او پر مخ درومي درست لکه صنعتي کېدل . داچي د فرهنګونو تبادله او ارزښتونه پر مختګ وکړي او داچې د انسان د پرمختګونو او اخلاقياتو تمدن جهاني سي داخو بده خبره نده ، خو هغه څه چې ډېر ناوړه ده او نړيوال به يې و نه زغمي هغه ددې ارزښتونونه ناعادلانه او شخصي استفاده ده چې هرو مرو به دجهاني ګډ غبرګون سره مخامخ کيږي . په اوسنۍ نړۍ کې د فقر او ثروت تر مينځ واټن يو څرګند واقعيت دی د جهانې کېدو دپروسې سره ګډېدل يا يې پر مخه پرېښودل يو تعيينونکی نقش نلري . يعني که جهاني کېدل د ځانه سره يوه داسي قطبندی مينځته راوړي او د بډاي او غريب تر مينځ واټن لنډ نکړاې شي دابه د نړۍ د پرګنو د ډېر ستر مخالفت سره مخامخ او وضعه به و يوې پراخي انارشۍ يا پوځي خونړۍ ډيکټاټوۍ ته ټيل وهي . بل دا چې جهاني کېدل يو نه بدلېدونکی سرنوشت نه بلکه دبشري فعاليتونو هدفمنده محصول دی د هغه جوهر او محتوی کېداي شي او بايد چې دټولو انسانانو په ګټه بدلون وکړي . نن د نړۍ ګڼ شمېراستوګن په دې عقيده دي چې اصلي خبره خو پر دې ټکې وﻻړه ده چې د جهاني کېدو پروسه بايد انساني او عادلانه کړل سي او د موجوده فرصتونو او د اقتصاد د پرمختللي شرايطو نه چې ديوې نوې متمدني او انساني ټولني د جوړولو دپاره يې تر ﻻسه کړيدي داشاني ګټه پورته کړي چې بنسټونه يې پر سولي، امنيت، يووالي، ټولنيز عدالت او ورورولي باندي وﻻړ وي . دنړۍ خلګ په اصل کې د جهاني کېدو سره مخالف ندي بلکه دجهاني کېدو د جاري رونده سره مخالف دي . د نړی روڼ انده جهاني تفکر لري او په دي باور دي چې دا فکر د بشر دپيدايښت سره جوخت را پيدا سوی دی . نن ورځ د نړۍ خلګ د جهاني کېدو سره د نوي سرمايه داری د فرعونيت او پر ټوله نړۍ باندي دپوځې سيطرې سره مخالف دي . دا لوي لښکر ځانونه د جهاني کېدو واقعي استازي بولي خو هغوي د ليبرالي سرمايه داري دجهاني کېدو سره مخالف دي او نظاميګري نه مني . هغوي د جهاني کېدو سره د کرکي سوال نه را پورته کوي بلکه دهغه چا سره مخالفت ښيې چې دغه روند د خپلو ګټو په خاطر پر مخه بيايې . هغوي د نړيواله پانګوالۍ د داشاني جهاني کېدو سره مخالف دي چې دټولي نړۍ اختيار او سرنوشت به دڅو تنو ميليارډرو پانګه والو په لاس کې لوېدلی وي . هغوي د نظاميګرۍ او دداسي يوه ظالمانه سيسټم سره مخالف دي چې انسانان د خپلوانساني ارزښتونو نه بې بر خي کوي . دداسې جهاني کېدو په سايه کې به دنړۍ انسانان و نشي کړاې په نړيواله سطحه د ځان او خپلو اولادو لپاره د يوې عادلانه او هوسا ژوند را تلونکې وويني . بېوزلي، لوږه، بېکاري، بې سوادي، د خپلو ګټي پخاطر دنشۀ موادو اد اخلاقي فسادونو ترويج، ايدز او ډېري داسي نوري ټولنيزي بلاوي دي چې د جهاني کېدو وخواته روان دي . دنړۍ ولسونه او هيوادونه حق لري دداشاني جهاني کېدو مخه و نيسي . هغوي حق لري چې د د موکراسۍ د صادرولو په نامه د پوځي يرغلونو او تشدد مخه ونيسي کوم چې هدف يې د هېوادونو د شتمنيو غصبول او د دولتونو مريې کول دي . هغوی ځانته دا حق ورکوي چې و داسي جهانې کېدو ته ﻻره هواره کې چې د هغه بنسټونه پر انسانيت ،سولي، ټولنيز عدالت، يووالي او ورورولی باندي و ﻻړ وي او په خپل دغه بشري، عادلانه او سوله ايزه آرمان کې جهاني کېدو ته لاس ورکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مڼه په تاريخ، انګېرنو، متلونو او طب کې", "output": "دمڼې ونه دنړۍ په ډېروسيموكې پيداكيږي.يانې م ڼه هغه مشهوره مېوه ده،چې دنړۍ په هرګوټ كې شته اودنړۍ ټول وګړي يې پېژني.دمڼې ونه په سپرلي کې ګلان کوي چې ښايسته سپين اوګلابي رنګ لري او ورپسې پاڼې نيسي.دمڼې ونه په دوه ډوله رامنځته کيږي. يود تخم يا بزغلي او بل دپيوند له لارې. مڼه دګلاب د بوټو په کورنۍ پورې اړه لري د څلورو يا پنځو کلونو تر منځ مېوه نيسي. خود عصري کرنې په برکت، د مڼو داسې تخمونه هم شته،چې له دوو کلونو وروسته مېوه نيسي او کوچنۍ ونې لري. بايد وويل شي چې دغه ډول ونې تازه، تازه په افغانستان کې کېنول کيږي.د مڼې ونه په هغو لوړو او سړوځايونو كې هم كېږي چې هلته زردالو، ګي� �اس او دانګورو بوټي يخني وهي او حاصل نه وركوي. په لوړو اوسړو ځايونو كې ډېرى ونې يو كال مېوه نيسي او بل كال يې نه نيسي،خو د مڼې ونه هر كال مېوه کوي. ځكه نوموړې ونه داسې مهال ګل کوي چې ساړه تېر شوې وي او يا هم دتې� �ېدو په حال کې وي.دمڼې ونه دخپلو هرو پنځوسوپاڼود انرژۍ په مرسته يوه مڼه جوړولاى شي.هره مڼه په منځ كې پنځه چوغالي (غوچوړي =carpals) لري،چې په هر چوغالي کې له دوو څخه نيولې تر درېيو پورې زړي(دانې) موجودې وي. دزړيو ډېرښت اوکمښت دمڼې دونې په صحت پورې اړه لري مانا دا چې څومره يوه ونه صحتمنده وي هغومره يې زړي ډېر وي.دنوعيت له پ� �وه په ټوله نړۍ كې (۷۵۰۰) ډوله مڼې موجودې دي خوپه ورلډ بوک اف انسايکلوپيډيا کې وايي،چې په نړۍ کې لس زره ډوله مڼې شته دي. په درسته نړۍ کې د رنګ له پلوه درې رنګه: ژېړې(سپينې)، شنې اوسرې اود خوند(ذايقې) له پلوه دوه: تروشې(تروې) اوخوږې مڼې شته دي. د نړۍ د هر ګوټ مڼې دنورو مېوو، حيواناتو او بوټو په څېرځانته يو علمي نوم لري، خوهره سيمه بيا دخپلو مڼو لپاره ځانګړي سيمه ايز نومونه هم لري. په افغانستان کې تيرماهي، نازک بد نې، بېروتۍ،مارلنګ،جنتي، جورسې، شاهي،کندي، تورشکې،خرمڼې، خال مڼې، ترخکې، ناکي،قندي، بوڅۍ،کدوسېوې،کلچه سېوې، ن� �مکې،خوږکې او داسې نورې ډېرې مشهورې دي.د افغانستان په زياترو سيمو کې دمڼونيالګي يا کوريه رواج لري،خو بيا هم په مرکزي او شمالي ولايتونو کې ډېر خلک د مڼو په کرونده بوخت وي. په مرکزي حوزه کې د کابل، ميدان او وردګود سيمو مڼې ښې مشهورې دي. همدغسې په غزني، لوګر،پروان، پکتيا(ګردېز) اونورو ولايتونو کې هم پرېمانه مڼې کيږي.دميدان وردګ ولايت چک، ميدان،نرخ ، دايميرداد، جغتو جلرېزاو سيد اباد سيمې دمڼو ښکلي او لوى باغونه لري. خو دکابل دپغمان اودميدان وردګ دنرخ مڼې ځانګړى نوم لري. له بده مرغه د(2001 ز) کال نه رادې پ� �و وچکالۍ دهېواد دځينو نورو سيمو په شان ميدان وردګ ولايت په تېره د نرخ ولسوالۍ ډېره ځپلې او � �ېر باغونه يې له منځه وړي دي. مڼه دتاريخ په بېلابېلو دورو کې انسانانو په بېلابېل ډول تعبير کړې. په مينه يې پاللې،دخوراک او درملنې لپاره يې ترې ګټه اخستې ده. په فوکلوري لحاظ يې فالونه پرې نيولي او پېغلو او ځوانانو يې دفالونو پربنسټ ځانو ته د ژوند لاروي ټاکلي دي.لرغونپوهان وايي، چې انسان له 6500 کلونو راهسې مڼه پېژني او خوري يې. همدا راز دنړۍ دبېلا بېلو سيمو شاعرانو، ليکوالانو او نکلچيانو مڼه ستايلې او ښه يې ګڼلې ده.د خپلې ليکنې په راتلونکيوليکو کې مې هڅه کړې،چې دمڼې پر بېلابېلو تاريخي، فوکلوري، روغتيائي او نورو اړخونو � �ڼا واچوم او دخپل وس پر اندازه مالومات مو حضور ته وړاندې وړاندې کړم. مڼه په تاريخ... کې:1. يونانيانواو روميانو مڼه په ټولو مېوو کې ډېره خوښوله.2. دمڼې اصلي وطن دقزاقستان (الماتا) سيمه ګڼل کيږي.3. په نړۍ كې په وار سره په چين ،متحده ايالاتو،تركيې، پولنډ او ايټاليې كې ډېرې مڼې کرل كيږ ي.4. دمڼو لومړنى روزنتون (نرسري) دامريکا دمتحدو ايالاتو د نيويارك، په (فلشنګ) سيمه کې په (1730) ز كال كې پ� �انستل شوى.5. د نړۍ ډېر پخوانى ډول مڼه (ابۍمڼه dady or api apple ) نوميږي، چې اوس هم کرل کيږي او ژوندۍ ده.6. په غالب ګومان امريکا ته په ١٦٢٩ز کال کې د انګرېزانو لخوا دمڼې ونه او تخم وړل شويدى. په امريکا کې دمڼې په خپراوي کې يو سپين پوستي( جان چپمن ١٧٧٥(؟)-١٨٤٧ز) ډېرې هلې ځلې کړي.دۀ به هرځای ته د تګ پر مهال له ځان سره د مڼو زړي وړل اوخلک به يې هڅول چې مڼې وکري. له همدې کبله دى په امريکا کې د مڼو دخپراوي په تاريخ کې ښۀ نوم لري او امريکايان ورته (جاني اپل سيډ) يانې ( دمڼې زړى جاني) وايي. سړى،چې ددې امريکائي کارونو ته دمڼې د خپ� �اوي په برخه کې ګوري نو په افغانستان کې دکرنې دپلار ښاغلي ډاکټرعبدالوکيل ځينې خدمتونه ورپه يادوي. ځکه ا� �واښاد ډاکتر صاحب هم خلک بڼوالۍ او د مڼو کرنې ته هڅولي دي. کېداى شي ، ښاغلي ډاکټر عبدالوکيل هم له (جاني اپل سيډ)څخه ددغه وړخدمت الهام اخستى وي. دمڼې په اړه بېلا بېل مالومات:1. دام� �يكا متحد ايالات په هرو څلورو مڼو کې يوه مڼه بهر ته لېږدوي.2. دامريكاپه متحده ايالاتوكې (۲۵۰۰) ډوله مڼې کرل كيږي.خو ورلډبوک اف انسايکلوپيډيا(پوهنغوڼد)وايي، چې په متحده ايالاتو کې ٧٠٠٠ ډوله مڼې کيږي.3. په م تحده ايالاتوكې يواځې (۱۰۰) ډوله مڼې دسوداګرۍ په موخه پالل كيږي.4. دامريکا په ٣٦ ولايتونوکې مڼې يواځې دسوداګرۍ لپاره پالل کيږي.5. دامريكا دمتحده ايالاتوپه (۵١) واړو ولايتونو كې مڼې كيږي.6. دامريکا دلومړني هېواد مشر (جورج واشنګټن) يوه مهمه مشغولا د ونو ساتنه او پالنه وه.7. د امريکا دمتحده ايالاتو 61 سلمه مڼې تازه خوړل کيږي او له 39 سلمې څخه يې خوراکي توکي جوړيږي، چې په دې کې 21 سلمې نه (جوس اوسايډر) وېستل کيږي. 8. هر امريکائي وګړى دکال 19.6 پونډه يا په بله مانا 65 دانې تازه مڼې خوري. 9. هر اروپائي وګړى هر کال 46 پونډه مڼې خوري.10. دمڼې او نورو مېوو دكرلواوپاللوپوهنې ته (Pomology) وايي.11. په امريكاكې په منځنۍ توګه د مڼې يوه ونه شل كارتنه مڼې نيسي،چې هركارتن (۴۲) پونډه وزن لري.12. دهرې مڼې دحجم (۲۵)مه سلمه له هوا څخه جوړه شوې نو له همدې کبله داوبوپر سر روانه وي.13. دامريكاپه متحدو ايالاتوكې له مالټې څخه وروسته دوهم لوی اوباارزښته حاصل دمڼودى. مڼه په انګېرنو...کې: 7. له ميلاد نه وړاندې اروپائي اساطيرو(کلټيک اساطيرو) کې مڼه د تل پاتې ژوند نخښه ګڼل شوېده.8. دزردشتيانو(اورپرستانو) ترمنځ سره مڼه دروغتيا نخښه بلل کېده په پښتنو کې هم سره مڼه ښه بلل کيږي.9. پخوانيو آريائي نکلونو کې مڼه د زېږ ندې او پيدايښت لپاره ښه ګڼل کېده. ډېرځله په نکلونو کې راغلي، چې دچا اولاد نه کيږي نو دملنګانويا دروېشانو لخواورته د مڼودخوړلو وړانديز کيږي،چې ګواکي د مڼې په خوړلو سره به يې اولاد پيدا او له شنډتوبه خلاصيږي. په پښتو نکلونو کې هم ورته کيسه ليدل کيږي.10. په سکانډينياوي(Norse) اساطيرو کې وايي چې (آيډوانا Idunna) خدايګوټې به نورو خدايګوټو ته دتل پاتې ځوانۍ لپاره زرينې مڼې ورکولې او پاللې.11. که څوک غواړي،چې پوه شي چې څو بچي به راوړي؟نوکله چې يې مڼه پرېکړه د مڼې دانې(زړي) دې وشمېري. په مڼه کې چې يې څو زړي وليدل نو هغومره بچي به يې کيږي.(اروپائي انګېرنه)12. که يوه پېغله يا ځوان دچا مينه مالومول غواړي نوکله چې مڼه دوه ځايه کوي، په زړه کې دې د هغه کس نوم ونيسي.که چېرې مڼه په سمه توګه دوه ځايه شوه نو هغه کس ورسره ډېره مينه کوي.(ا� �وپائي انګېرنه) 13. که خامه مڼه وخوړل شي،نودګېډې درد پيداکوي.( اروپائي او پښتو انګېرنه) 14. که کومه پېغله غواړي ځانته مالومه کړي چې کوم هلک ورسره ډېره مينه کوي؟ نوديوې مڼې زړي دې واخلي او هر يوۀ ته دې ديوۀ هلک نوم ورکړي او بيا دې پر تبۍ(stove) باندې کيږدي. نو هر يوۀ نومول شوي زړي چې ژر اور واخست نو هماغه کس ورسره ډېره م ينه کوي او پرې ډېر مين دى.(اروپائي انګېرنه)15. که چېرې دکرسمس يا نصاراوو د اختر پر مهال دمڼو پر ونې باندې ښه لمر ولګيږي نو راتلونکي کال کې به يې دمڼوښه فصلونه کيږي.(دنصاراووانګېرنه)16. پخوانيو وختوکې مڼه د خدايګوټو(ديوتاګانو) خوراک ګڼل کېدۀ.17. ډېرى نصارا له جنت څخه دحضرت ادم عليه السلام او بي بي هوا د راوېستلو سبب مڼه ګڼي. 18. په يوناني اساطيرو کې راځي، چې يو مهال ديوناني خدايګوټيو تر منځ پر(زرينې\\طلائي مڼې) شخړه راپورته شوې وه. مڼه په لنډيو\\ټپوکې:په ټوليز ډول په پښتو ټپو کې سره مڼه دښکلا نخښه ګڼل شوې او دښکليونجونواننګي له سرو مڼو سر تشبيه شويدي.د نجونو زنې هم مڼې بلل شوي او مينانويې تل دخوراک ارمان کړيدى.کله نا کله په پښتو شعرونوکې ښکلې نجلۍ ته مڼه ويل شوې. په همدې توګه دسيمې له مخې په پښتو ټپوکې دکابل دمڼې ډېره ستاينه شوې او مڼې يې سرې اوخوږې بلل شويدي. کوښښ شوى د مڼې اړوندې ټپې ټولې دې ليکنه کې راونغاړم، خو بريالى شوى نه يم. په هر صورت چې څه مې پيداکړي دادى تاسو ته وړاندې کيږي. بدن يې باغ زنه مڼه دهنجلۍ وړه ده دخوراک بۀ کله شينه؟×××××نجلۍ په باغ کې سره مڼه شوهنه ورختى شم نه يې باد راغورځوينه×××××بڼ له راځه زۀ مخ کې لاړمما سرې مڼې داننګو کرلې دينه×××××نجلۍ پۀ باغ کې سره مڼه شوهنادان باغوان يې پۀ وربشوخرڅوينه×××××نجلۍ پۀ باغ کې سره مڼه شوهدباغ مالياريې پۀ چينجنوغاښوخورينه×××××زنه مڼه مې دکابل دهچې يارمې نۀ شته مړغونې يې ګڼمه×××××زماديارکوکۍ مڼې ديرڼې رڼې دي دچالاس پۀ نۀ پرېږدمه×××××ما درته ويل کابل ته مه ځهمڼې خوږې دي ما به هېره کړې مينه×××� �×مورې کوچيانو ته مې ورکړهچې دکابل مڼې په خلاصه خولګۍ خورمه×××××ما د مڼې له رنګه جار کړېچې ورته ګورمه ليلا رايادوینه×××××مڼه له پاسه اوبو راوړهنصيب د چا ده ډوبه ډوبه ځي مينه مڼه په پرديو متلونوکې:مڼه په اروپائي متلونو کې دروغتيا لپاره ښۀ ګڼل شوې. An apple a day, keeps the doctor away. ژباړه: د ورځې يوه مڼه خوړل له ډاکټر سره واټن پيداکوي.( انګرېزي؟)1. To eat an apple before going to bed, will make the doctor beg his bread.ژباړه:خوب ته له تګ نه وړاندې يوه مڼه خوړل، ډاکټر دې ته اړباسي چې خير وغواړي.(انګرېزي؟)2. One rotten (or bad) apple spoils the barrel.ژباړه:يوه خوسا\\سخا مڼه ټوله ګونۍ خوساکوي. (انګرېزي؟)3. بوډاګان\\زاړه د مڼې رنګ اوځلميان يې خوند ستايي. (يوناني متل( مڼه په پښتو متلو نوکې:له پښتو متلونوڅخه ښکا� �ي، چې مڼې به پخوا دسوغات په ډول يوبل ته ورکول کېدې.داسې ايشي چې په ځينو سيموکې پښتنو مڼې پاللي او هان � �که د غلې دانې په شان يې دژوندانه دتېرولو وسيله پاته شوېده. په پښتو متلونو کې مڼه دروغتيا لپاره ښه بلل شوې او په ځانګړې توګه د زړه دناروغۍ لپاره. په لاندې متلونو کې ځينې متلونه د عصري طب په تول پوره خيږي او د پښتنو م� �رانو د تجربې پوخوالى په ډاګه کوي.دا يې يو څو پښتو متلونه:1. كه شپه تياره ده خومڼې په � �ماردي.(پښتو متل) له دې متله داسې ښکاري چې کله په پښتنو کې داندازه ګيرۍ واحد(چارک،کيلو، نيمکيلو...) دود نه ول، نو پر هغۀ مهال به يې مڼې په شمېر پېرلې او پلورلې. همداشان دا متل په پشه ئي ژبه کې هم په ورته بڼه او مانا شته دى.2. يوه مڼه چې پورته غورځوې،څو رالويږي بيا خداى!3. که څوک ديوې مڼې په قدر پوه نشي نو دټول باغ په قدر هم نه پوهيږي.4. مڼه زړه ته اوبه ورکوي.( طب ثابته کړېده)5. مڼه زړه تازه کوي. ( طب ثابته کړېده)6. مڼه په پردي لاس کې ښه ښکاري.7. چې هره مېوه وخورې زړه ته سلام کوي خو چې مڼه وخو� �ې زړه ورته سلام کوي.( طب ثابته کړېده چې مڼه د زړه د ناروغۍ لپاره ډېرښه درمل دي)8. د بل په لاس کې مڼه سره ښکاري.مڼه د روغتيا له پلوه:• نوې څېړنې ښيي چې دمڼې له خوراك سره دسرطان (كينسر) دناروغۍ شونتياکمېد� �اى شي.• مڼه له بدن نه تودوخه وباسي او د بدن دتودوخې درجه ټيټوي.• تروه (تروشه) مڼه دګرم مزاج ل� �ونكيولپاره ګټوره وي او ددې پرخلاف دساړه مزاج لرونكي بايد خوږې مڼې وخوري.• په پخوانيو وختونوكې مڼه دعصبي ناروغيود درملنې لپاره كارول كېده.• مڼه دستوني او سينې د دردونو لپاره هم ګټه رسوي.• مڼه كه وټکول شي،په يوۀ ټوکرکې وتړل شي اوپرسترګه كښېښودل شي نودسترګې درد غلى كوي.• دمڼې خوراک دشکرې نا� �وغانوته هم ښه دى،ځكه مڼه دوينې شکر نه پورته كوي.• مڼه د ټپونو د رغونې لپاره درمل دي.• كله چې له مڼې اوبه ووېستل شي نوژر، ژر دې وڅښل شي ځكه په ځنډېدوسره ځينې ګټور انزايمونه له لاسه وركوي.• مڼوبى (دمڼې اوبه) د انسان پوستكى ښكلى كوي كه چېرې هرګهيځ اوبيګا پر مخ،غاړې او د بدن پر نورو برخو مڼوبى وموښل (ومږل) شي نوپوستكى ورسره ښكلى کيږي.• تروې (تروشې) مڼې كه پخې كړاى شي او وخوړل شي نو د (خوني اسهال) لپاره ګټورې دي.• مڼه دزړه دناروغۍ لپاره درمل دي.• مڼه دغاښونوپه ساتنه كې لوى لاس لري.• مڼه دوينې فشار ټيټوي اودوينې غوړ كموي.• د لندن د سان جورج روغتون ډاکټران دپنځو کالو له څېړنې وروسته پر دې پوهېدلي چې د هغو کسانو سږي چې هره اوونۍ پنځه دانې مڼې خوري،د هغو کسانو پرتله چې بيخي مڼه نه خوري يو سل او اته دېرش ميلي مټره لوى دي. د دوى په نظر په مڼه کې يو ډول ماده پيدا کيږي چې د هوا له ککړتيا څخه سږي ژغوي. ويل کيږي چې له مڼې پرته دغه ماده په پياز، چاى او ځينو نورو خوراکي توکيوکې هم موندل کيږي.• اېشېدلې مڼې روم اټيزم،نقرس اودهډوکو درد ته گټورې دي.• هغه کسان چې مڼې خامې نشي خوړلاى ښه به وي چې له مربا او شربت څ خه يې ګټه واخلي.• دمڼې خوړل دپوستکي د ډېرو ناروغيو اوپه تېره (اګرزيما) ته ډېره ګټه لري.• هغه کسان چې له چاغښت څخه ګيله لري، نو له پوټکي سره مڼې خوړل يې ډنګرولاى شي. همداشان مڼه دډېر مزيتوب (چاغښت) مخه نيسي.• مڼه هاضمه راولي.• مڼې دهډوکودبندونودردته ګټه رسوي.• مڼه دانسان بدن روغ ساتي اوحجرې يې له سره فعالوي.• مڼه دتيخور ماشوم نسناستى دروي، په ځانګړې توګه په دوبي کې.• مڼه زړه ته شيمه ( طاقت) ورکوي، تنده ماتوي اوستړيا لرې کوي.• مڼه پوښتورګي اومثانه په کار اچوي او له پوښتورګي څخه ډبره وباسي.• مڼه بلغم خارجوي او ټوخى اراموي. د مڼې ترکيب:له پوټکي سره سله ګرامه دخوراک وړ مڼه کېلاندې غذائي مواد شته وي.گڼه دموادو نوم دموادو مقدار1. کاربو هايد� �يټ 13.81 ګرامه2. - قندونه 10.39 ګرامه 3. - فايبر لرونکي خوراکي مواد Dietary fiber 2.4 ګرام ه 4. غوړ 0.17 ګرامه5. پروټين 0.26 ګرامه6. ويټامين اې . 3 μg 0 سلم ه7. ويټامين بي يو 0.017 mg 1%8. ويټامين بي دوه 0.026 mg 2%9. ويټامين بي درې 0.091 mg 1%10. ويټامين بي پنځه 0.061 mg 1%11. ويټامين بي شپږ0.041 mg 3%12. ويټامين بي نهه 3 μg 1%13. ويټامين سي 4.6 mg 8%14. کلشيم 6 mg 1%15. اوسپنه 0.12 mg 1%16. م يګنيزيم 5 mg 1%17. فاسفورس 11 mg 2%18. پوتاشيم 107 mg 2%19. جست\\زينک0.04 mg 0% څېړنې ښودلې،چې ډېر ويټامينونونه دمڼې په پوټكي اوياهم له پوټكي لاندې وي.پرهمدې بنسټ كه څوك دمڼې پوټكى هضمولاى � �ي نو ښه ده، چې ويې خوري اوكه نه نودمڼې پوټكى دې نرى واخلي، چې ويټامينونه يې له پوټكي سره ولاړ نشي. اخځونه:http://www.irteb.com/herbal/plantbank-apple.htmhttp://www.iranmanic.com/nutrition/foodstaffhttp://alkozay.blogspot.comhttp://www.wranga.com/nuke/modules.php?name=News&file=article&sid=152http://www.worbal.com/index.php?option=content&task=view&id=208&Itemid=26http://www.gorbat.org/grobatma/1/wkil.htmlhttp://pushtu.cri.cn/1/2005/09/24/1@24599.htmhttp://www.tebyan.net/Index.aspx?pid=647http://www.irteb.com/herbal/plantbank-Apple.htm#http://www.iranmania.com/norooz/day0.asphttp://members.tripod.com/TarotCanada/AppleDivination.htmlhttp://www.associatedcontent.com/article/410342/apple_superstitions_to_tell_your_future.h tmlhttp://www.remmick.org/Borodino.Bess.History/PageLindenTree.htmlhttp://www.dietbites.com/Diet-Foods/apples.htmlhttp://www.highbeam.com/doc/1O72-APPLEPEELdivination.htmlhttp://www.bowmanappleproducts.com/applefacts.htmhttp://www.urbanext.uiuc.edu/apples/facts.htmlيوه يادګېرنه: دا ليکنه د (اتمې مڼې ګل) په ټولګه کې هم راوړل شوې، خو لکه څرنګه چې زه خپلې ليکنې دوخت په تېرېدو سره سموم او د وروستۍ سمونې نېټه د ليکنې په پاى کې راوړم نو له دې ليکنې سره مې هم ورته چم کړىدى. ديادونې وړ ده، چې داتمې مڼې ګل د کتاب په پروف لوستنه کې ښاغلي نبي ساحل له ماسره ډېره مرسته کړېده او ما ورته ويلي وو، چې صيبه زه خو ډېر بوخت يم، نو چې پروف دې ولوست نېغ يې چاپ ته ورکړه او زما دسر په خبرو کې له ځان نه مننه هم وکړه. خو هغه دخپل پښتني عادت له م خې يواځې پروف لوستى او زما د غوښتنې برخلاف يې له ځان نه مننه نده کړې. زه دادى اوس له ښاغلي نبي ساحل نه ډې� �ه مننه کوم، چې داتمې مڼې ګل پروف يې لوستى او چاپ ته يې چمتو کړيدى کور يې ودان او زوى يې لوى! Abdul_wadood68@yahoo.com وروستۍ سمونې: 16/4/1387"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان د ديپلوماسۍ له تاريخ نه څو ديادونې وړ خبری", "output": "ژباړونکۍ : پوهنمل حاجی محمد نوزادی &nb; sp; پرکبليو باندی رحم د سپو نشی درقيب لاسونه مه کړی پردلبر بر د روان ٢٠٠٩ کال د مۍ په مياشت مسکو ته تللۍ وم . دهمدی مياشتی په ٢٢ نيټه ( داولسونو د دوستۍ روسی پوهنتون ) او دهمدی پوهنتون سره تړلو مسکوميشتو افغانانو د افغانستان او روسيی ترم نځ د دوستۍ تړون د ٩٠ - يمی کاليزی په اړوند د يوه کنفرانس رابلل له پخوا نه په پام کی نيولې وه . کنفرانس ته د � �وسيی له بهرنه څوک بلل شوی نه وو . خو زه چی بيله هغه هلته وم نو دکنفرانس د جوړونکي ډلې افغاني کسانولخوا دنو� �و مسکوميشتو فرهنګپالو افغانانو په ډله کی ور وبلل شوم . نوموړی کنفرانس ته ٫٫ دنړيوالو مناسباتو نوی سيسټم د منځته راتلو دپروسی سره په تړاو کی د روسيی - افغانستان اړيکی ،، د سرليک په توګه ټاکل شوی وو . که څه هم کنف� �انس د نوموړی پوهنتون په يوه واړه سالون کی پرانيستل شو او د رابلل شوو ګډون کونکو شمير يی هم ډير زيات نه وو ٫ خو هلته د يولړ پوهانولخوا په زړه پوری مقالې وړاندی شوی . ما ته دپروفيسورکارګون ويکتور ګريګوريويچ م� �اله ترټولوپه زړه پوری ښکاره شوه . دی د روسيی دعلومو په اکاډمۍ کی دختځ پيژندنی انستيتوت دافغانستان دسکتو� �مشر دی . دده دليکنې سرليک داسی وو : ٫٫ دافغانستان د ديپلوماسۍ دتاريخ يو څو پاڼی،، . هلته ده په ځانګړۍ توګه ( تراستقلال وروسته په خارجی سياست کی دافغانستان لومړی ګامونو ) ته پام اړولۍ وو . دتفريح پر مهال می له هغه نه دده دمقالی يوه کاپی ترلاسه او د ژباړلو اجازه می هم تری نه واخيستل چی دادی دافغانستان داستقلال ( د اسد � �٨ ) دکاليزی په درشل کی يی لوستونکو وړاندی کوم . په ليکنی کی ځينی خبری ماته نوی ښکاره شوی اوغوښته می چی په څو کرښو کی په هکله خپل دنظر ټکی هم وليکم . خوداچی له يوی خوا زه تاريخپوه نه يم او له بلې خوا نوموړی پوهاند هلته په مقاله کی اخځ ځايونه ښودلې ندی ٫ ځکه نو لدی نه تير سوم . دليکنې منځپانګه څرګندوی چی اميرامان ا� �له خان دهغو ناروا تورونو په خلاف چی دانګريزنو د پروپاګندو لخوا ورپوری تړل شوی وه او دده سياست يی داسلام ضد باله ٫ دی يو پراسلام او وطن مين پادشاه وو . همدا لامل وو چی دغه ځوان او ترلويه بريده بی تجربی افغان ټولواک د دوو پخو او مکارو ليوانو ( برتانيه او روسيه ) تر منځ ګير راغی او په ډيری بی رحمۍ سره يی دده د پرمختيا غوښتکې غورځنګ وځپلو ته لاره هواره کړه . د درنو تاريخپوهانو او پدی برخه کی د اړوندو وطنوالو نه هيله لرم که يی د ردولو يا تائيدولوپه هکله ديادونی وړڅه خبری لری ٫ زما غوندی لوستونکو سره يی شيريکی کړی . په درنښت او مننی سره مو دادی دمقالې پښتو ژباړی ته پام راګرځوم : تراستقلال وروسته په خارجی سياست کی دافغانستان لومړی ګامونه پرتخت دکښيناستلو سره جوخت اميرامان الله خان دخارجی سياست په داډول درو برخوکی اوچت ګامونه واخيستل لکه : دشوروی اتحاد سره د ديپلوماتيکواړپکو ټينګول ، دبرتانيی سره دمناسباتو دتدريجی نورمال کولو په لور هڅی اوهمدارنګه داسلامی نړۍ دمشرتوب ترلاسه کولو په موخه هلې ځلې . شاه امان الله تر ټولو وړاندی په روسيه کی د منځته راغلو بدلونونو ( داکتوبر انقلاب او ورسره تړلې دکورنی جګړی شخړي . ژباړ. ) څخه د ګټې اخيستلو په هيله ليڅی راو نغښتلې . په ١٩١٩ کال ده او دده دخارجی چارو وزير محمود طرزی په ترتيب سره خپلو سيا� �انو دشوروی دولت مشر و. ی. لينين او دخارجی چاورو وزير ګ . چيچيرين ته پيغامونه وليږل . امان الله خان شوروی م� �ر ته پخپل پيغام کی دسلطنتې واک ترلاسه کولو دخبر په ترڅ کی د اوولسونو ترمنځ دبرابرۍ او دټولو خلګو دسوله ايز يووالې په هکله يادونه کړی وه . محمود طرزی بيا خپل شوروی سيال ته په پيغام کی داهيله څرګنده کړی وه چی هرڅه ژر ددواړو هيوادونوترمنځ د دوستۍ اړيکی ټينګی شی . څه موده وروسته د محمد ولې خان په مشرۍ مسکوته افغانی هيات وليږ ل شو چی خپل منځی ديپلوماتيکی چاری سمبالې کړی . محمد ولې خان دلينين سره وکتل او د� �وروی روسيی سره يی ديوه نظامی تړون وړانديز ورته وکړ . داچی مسکو لاتر دی مهاله و داسی تړون ته پوره تيارۍ ند� �لود نو يی ددی پرځای دافغانستان سره يوازی دهراړخيزو مرستو وعده وکړه . ددی کار سره سم شوروی روسيی هم کابل ته خپل ديپلوماتيک هيات وليږه . امان الله خان هيات خپل حضورته ومانه او ورسره جوخت د افغانستان سره د دوستۍ دتړون پر اومليک ( مسودی ) باندی کار پيل شو . څرګنده ه چی دواړه اړخونه دغه تړن ته ليوال وه : افغانستان دی ته اړتيا درلوده چی استقلال يی په رسميت وپيژندل شی . روسيه بياچی پدی وخت کی داکتوبر ترانقلاب وروسته دبرتانيی په مشرۍ د ١٤هيوادونو دمداخلې سره لاس او ګريوان وه ٫ دافغانستان لخوا واخلاقی او سياسی ملاتړته اړه وه . داچی په ١٩١٩ کال دمسکو او کابل ترمنځ تګ راتګ دڅو مياشتو دپاره بند شوی وو ٫ نو شوروی هيات دمسکو نه دهدايت تر لاسه کولو په هيله دانتظار په حالت ناست پاته شو . دهدايت نه را رسيدو سره سره بياهم هيات امان الله خان ته د په زړه پوری نظامی مرستو وعدی ورکولې . پدی توګه دکابل مذاکری پيچلې شوی او ډيروخت يی ونيوی . داځکه چی : ١ - امان الله خان دمسکو دتوقع په خلاف دبخارا استقلال په � �سميت وپيژندې اوهمدارنګه يي دبخارا امير سيدعالم خان ته دبلشويکانو سره په جنګ کی دده دملاتړ په موخه وسلې او ان سربازان وروليږل . ٢ - روسانو هيله درلوده چی په هند کی دانقلابی چارو دتنظيمولو سره مرسته وکړی او پدی موخه دافغانستان دلاری دشمالې هندوستان خلګو ته وسلې وليږی څو هلته داستعمار پرضد مبارزو کی تری نه کارواخلې . په پای د١٩٢٠ کال دسپتمبر په ١٣ نيټه په کابل کی د دواړو هيوادونو تر منځ د دوستۍ تړون لاسليک شو . دی تړون دبرتانيی سره په خبرو اترو کی دافغانستان دريځ پياوړۍ کړ . برسيره پر دی ٫ ددی تړون له مخی افغانستان ته د روسيی د لاری د هر ډول مالونو پرمخ د بی محصوله ترانزيت لاره پرانيستل شوه اوهمدارنګه هرکال ديوه ميليون طلايی روبلو ورکول اونوری مرستې هم په پام کی نيولې شوی وی . له دی نه پرته د تړون په ٨ ماده کی ٫٫ د اداری د شکل په نظر کی نيولو نه پرته دبخارااو خيوا رښتينۍ استقلال ،، هم منل شوی وو . ددی ټولو برسيره مسکو داهم منلې وه څو هغه سرحدی ځمکی لکه پنجدی او ورسره تړلې سيمی چی په ١٩ پيړۍ کی دافغانستان خاوره وه او روسيی ورنه لاندی کړی وی ٫ بيرته افغانستان ته ورکړی . افغانستان بيا دخپل لوری نه په تړون کي دامنلې وه چی دهيڅ هيواد سره به داسی يوه نظامی يا سياسی تړون ته غاړه نه ايږدی چی د روسيی ګټوته زيان رسوی او همدارنګه به شوروی روسيی ته اجازه ورکوی څو د افغانستان په پنځو سيمو کی خپلې قونسلګرۍ پرانيزی . کله چی انګريزانو دافغانستان د استقلال په رسميت پيژندلو نه ډډ وکړه نو شاه امان الله مجبورشو په ١٩١٩ کال د ب� �تانيی په وړاندی دجنګ اعلان وکړی . ځينی څيړونکې د امان الله خان دا اقدام دده دپلار امير حبيب الله د وژلو س� �ه تړی چی په پايله کی يی ځوان امان الله د واک چاری تر لاسه او خلګ يی داستقلال په مينه پر ځان راټول کړه . دوی � �يکی - امان الله لدی نه ډار درلود چی خلګ به دی دخپل پلار په وژلو کی دلاس درلودلو په تور متهم او په اغتشاش به لاس پوری کړی ٫ ځکه نو ده ددی دپاره چی دخلګو پام بل لوری ته واړوی ٫ د افغان - انګليس دريم جنګ ته ملا وتړل او پدی توګه يی دخلګو قهر دهغوی د دوديز دښمن په لور چی برتانيه وه ٫ را واړاوه ( ترهغه ځايه چی مالوستی دی ٫ داخبره دهغو څيړونکو نظر دی چی دامان الله خان دشخصيت دبرجسته کيدلو سره يی مخالفت او دانګريزانو سره يی خواوږی درلوده . ددغی موضوع تر اغيزی لاندي اوس هم دتنګ نظرو نيشنليستانو ځينی کړۍ په خپلو کی پر دا ډول خبرو � �خوند وهی . ژباړونکۍ ) . خو دانظر دواقعيت سره سمون نلری . امان الله ان په خپ� �ې لومړنۍ بيانيی کی خپلو پلويانو ته وعده ورکړه چی تر بشپړی ازادی پوری به لاره ووهی او همدغه وعده وه چی خلګ يی دملاتړ په موخه پرڅنګ ودريدل .ده دا ټينګ عزم کړی وو چی يا به دسوله ايزو خبرو اترو دلاری او يا که داسی ونه شول نو دجنګ دلاری به تر بشپړی ازادۍ پوری ځان رسوی . په ١٩١٩ کال نور هغه وخت را رسيدلې وو چی هيچا بيله يوه ازادی غوښتونکی شاه نه دافغانانو مشرتوب کولای نشو . د ١٩١٩ کال داپريل په ١٣ نيټه ديوی درباری وينا په ترڅ کی امان الله اعلان وکړ : ٫٫ . . . . زه خپل هيواد دنړۍ د نورو ازادوهيوادونو تر څنګ ديوه کامل ازاد هيواد په توګه اعلانوم . هيڅ خارجی هيواد ته به اجازه ورنکړم چی زموږ په کورنی يا بهرنی چارو کی لاسوهنه وکړی . که هر چا دی کار ته زړه ښه کړ ٫ پدغه توره به يی غاړه ورپری کړم ،، . ددی سره جوخت امان الله فرمان لاسليک کړ او هلته يی پر دی خبری ټينګار کړيدی چی دی دخلګو دارادی له مخی د افغانستان امير وټاکل شو او پدی شرط يی دا مسئوليت ومانه چی هيواد به يی پخپلو کورنيو او بهرنيو چارو کی بشپړ ازاد وی . انګريزانو بيا دافغاستان سره دمناسباتو دساتلو پخاطر لاندی شرطونه وټاکل : ١ - دافغان دولت پرخارجی اړيکو باندی دکنترول واک درلودل . ٢ - دافغانستان څخه دټولو خارجی اتباعو ډير ژر ايستل . ٣ - دخپلو دندو څخه د محمود طرزی او عبدالقدوس خان ليری کول . د انګريزانو لوړو شرطونو ته اميرامان الله داسی ځواب ورکړ : ٫٫ افغانان مړينه منی خو دهيڅ خارجی دولت اوامرو ته غاړه نه ايږدی ،، ديادونی وړ ده ٫ لدی خبری نه ٧٠ کاله وروسته په ١٩٧٧ کال اولسمشر مح مد داود چی دمحمود طرزی يو رښتينۍ سياست پلوی مشر وو ٫ په مسکو کی دخپل رسمی سفر پرمهال دامير امان الله پورتنې ځواب ته ورته خبره وکړه . ده د شوروی مشر ليونيد برژنيف ددی غوښتنی په ځواب کی چی بايد دلوديزو هيوادونو ټول ماهران دافغانستان دشمالی برخو څخه وايستل شی ٫ په ډيره تنده ژبه داسی وويل : ٫٫ موږ به هيڅکله هم هيچاته اجازه ورنکړو چی زموږ دخپل هيواد په اداره کولو کی راته خپل نظر ديکتې کړی او يا راته ووايی چی دکوموهيوادونو ماهران خپل هيواد ته را وبولو او دکومو هيوادونو ماهران له خپل هيواده وباسو , دا يوازی او يوازی دافغان دولت ځانګړۍ صلاحت دی چی دکوم هيواد ماهران دافغانستان په کومه برخه کی په کار وګماری . که بله هيڅ چاره پيدا نشی ٫ افغانستان به دا ومنی چی غريب او نادار پاته شی مګر په خپلوکړنو او پريکړو کی به ازاد و اوسې ،، . امير امان الله دافغانستان دخارجی سياست په اړه ديوه سپړونکې ليک په ترڅ کی دهند ويسرا ته وليکل : ٫٫ افغانستان د اوږدو کلونو په موده د دوو دولتونو - برتانيی او روسيی تر منځ فشارونه وزغمل . زموږ دهيواد برخليک تل ددغو دوو يو له بل سره دښمنو دولتونو لخوا ټاکل کيدی چی په پايله کی مو لومړۍ دخپل هيواد شمالی برخی له پنجدی او کوشکه له لاسه ورکړی اود تيز غاښې ليوه تر ستونې تيری شوی . همدارنګه زموږ دهيود پراخی جنوبی او لوديزی برخی ستاسی دهيواد لخوا اشغالې شوی شوی . پدی توګه چی کله ددغو دوو دښمنو هيوادونو ترم نځ دوستی ټينګه شوه ٫ نويی و پتيئل چی زمو هيواد تر خپل منځ ٫٫ په ورورګلويز ډول ،، سره وويشې . داهغه چاری دی چی له مخی يي زموږ سره دوستی په دښمنۍ واوښتل ،، . د برتانيی سره په خپلو مناسباتوکي ٫ امي� �امان الله دپخوا پشان انګريزان ودفاع کولو ته اړ يستل . د ١٩٢٠ کال دفيبروری په ٢٣ نيټه ٫ ده دبرتانيی مرستيال ټولواک نه غوښتنه وکړه څو دهغه هيات په ليږلو کی ورسره مرسته وکړی چی ده لندن ته دليږلو په موخه ټاکلې وو . دهيات دنده داوه چی د خلافت او حرمينو شريفينو - مکی او مدينی دبرخليک په هکله دانګلستان د اعلحضرت په نظر باند ځان خبر کړی . پدی ترڅ کی د ١٩٢٠ کال داپريل په مياشت دهندوستان په ميسوری ښار کی دافغانستان اوبرتانيی ترمنځ د اړيکو دعادی کولو په موخه خبری اتری پيل شوی دافغانستان لخوا دهيات مشر محمود طرزی او دبرتانيی لخوا په هند کی دخارجی چارو سکرتر هنری دابس دهيات مشرې کول . د راتلونکې تړون په لار کی ډير خنډونه پراته وه . په پيل کی انګريزانو دافغانستان داستقلال منلو ته غاړه نه ايښوده او غوښتنه يی کول چی کابل بايد دسرحدی پښتنی قبايلو له ملاتړ نه لاس واخلې . دوی همدارنګه پرافغان دولت فشار اچاوه چی دشوروی دولت سره دخبرو اترو نه پر شا سی . دخارجی چارو افغان وزير محمود طرزی دهغه رات� �ونکی تړون نه چی دافغانستان او شوروی دولتونو ترمنځ د لاسليک دپاره داماده کيدو په درشل کی وو ، دبرتانيی سره دخبرو اترو پروخت ديوی وسلې په توګه په پور مهارت کارواخيست . دخبرو اترو دلومړی دور نه دپام وړ پايلې تر � �اسه نه شوی . دامهال په کابل کی دافغانی او شوروی استازو ترمنځ هم خبری اتری روانی وی چی دشوروی سفير ی. سوريڅ پرمخ بيولې . کله چی دانګريزانو سره دخبرو لومړۍ دوری نتيجه ورنکړه ٫ افغان لوری په ډيری خوښې دشوروی استازی سر تړون لاسليک او متن يی دتائيد په خاطر مسکوته وليږل شو . پدی تړون کی له هغه نه چی مسکو خپل استازی ته سپارښت کړی وو ٫ لږ څه زيات امتياز دافغان لوری دپاره په پام کی نيول شوی وو . ځکه نو کرملين دتړون منظورول نه غوښته او له لاسيک نه يی ډډه کول . افغان لوری ته ددغه لږ امتياز سره هم دشوروی استازی دم وافقی لامل دا وو چی له يوی خوا د داړه مارانو ځيني ډلې به تل دشوروی ترکمنستان لخوا د افغانستان خواته په غلا رااوښتلې او دځايی اوسيدونکو مالونه او رمی به يی ورنه غلا کولې او ترکمستان ته به يی اړولې چی د افغانانو دشکايت سبب ګرځيدلې وو . ددی لږ غوندی امتياز بل لامل هم داوو چی دافغان دولت دمخالفت سره سره ٫ بياهم دسره اردو لخوا دبخارا امير رانسکورشو . داکار دتړون دلاسليک نه يوازی څو ورځی وړاندی تر سره او داسی ښکاريده چی ددی کار له مخی به د دواړو غاړو ترمنځ خبری بيله نتيجی پای ته ورسيږی . دی پيښی انګريزانو ته دابتکار اخيستلو چانس پلاس ورکړ . مګر داچانس دانګريزانو دلاسه پدی خاطر ووت چی افغان دولت اخر ځان ديوه انجام شوی عمل په م� �ابل کی مجبور وګاڼه څو دبخارا داشغال نه سترګی پټی اوپدی هکله نور دخواشينۍ نه لاس واخلې . امان الله خان و دی پايلې ته ورسيدی چی په کارده په تړون کی خپلو ګټو ته پا م واړول سی او دشوروی دولت سره دوستې د بخارا د امير ق� �بانې نشی . بيا يی هم د بخار اميرته په افغانستان کی پناه ورکړه . ديادونی وړ ده چی لدی نه وړاندی امان الله خان څوځلې داګواښ کړی وو چی که روسان پر ( بخارا شريفی ) باندی حمله وکړی ٫ دی به مزار شريف کی خپلو وسله والو قواوو ته امر وکړی چی دبخارا دامير ملاتړته ور ودانګې او دهرات ګارنيزون ته به حرکت ورکړی چی بيله ځنډه دترکمنستان سره سرحدی ښار کوشکه اشغال کړی . لندن پدی وخت کی سترګی په لار وو چی ښايی امان الله خان به د روسانو په وړاندی د بخارا دملاتړ پخاطر له انګريزانو نه مرسته وغواړی . مګر ده دا کار ونکړ او يوازی يی برتانيوی هيات دمذاکرو دپاره و کابل ته راوباله . کله چی نوموړې هيات کابل ته راورسيد نو بيله ځنډه يی له افغان دولت نه وغوښته چی دسرحدی پښتنی قبايلو سره خپلې اړيکی وشکوی . پدی اړه يی افغانستان ته د سبسايډيو او م� �ستو وعدی ورکړی . دوی له افغان چارواکو نه داغوښتنه هم وکړه چی شورويانو ته اجازه ورنکړی څو ددی هيواد په جنوب لوديز کی ځانته د قونسلګريو دفترونه پرانيزی . پدی مهال شوروی او برتانيوی خواوو په لندن کی يو تجارتی تړون لاسليک کړ چی ورسره سم بلشويکانو نور دبرتانيوی هند سره دافغانستان په سرحدی سيموکی دقونسلګريو پر پ� �انيستلو باندی له ټينګار نه لاس واخيست . په همدی وخت کی د محمد ولې خان په مشرۍ افغاني ديپلوماتيک هيات په لندن کی په ساړه هرکلې سره ومنل شو او نوموړی هيات لدی کبله دبرتانيی داعلحضرت سره دملاقات نه ډډه وکړه . دی خبری يوار بيا افغانان پدی باندی ډاډه کړه چی انګريزان به هيڅکله هم دافغانستان دبشپړی ازادۍ سره پخلا نشی او داهيله به دلاسه ورنکړی چی افغانستان لاهم ترخپلې اغيزی لاندی پاته راولې . امان الله خان چی د انګريزانو لدی ډول غيردوستانه موقف نه په ژوره توګه مايوس شو نويی دشورويانوسره تړون تائيد او د ١٩٢١ کال داګست په مياشت کی يی هغه لاسليک کړ . پدی وخت کی کابل ته شوروی سياسی استازۍ ف. راسکولنيکوف راورسيد او له ځان سره يی دهغو ټاکل شوو يو ميليون روبلو سبسايډۍ نيمه برخه دمخکی وړاندی کولو په توګه راوړه . ده همدارنګه دوی دانی ايروپ� �ان ( الوتکی ) هم افغان دولت ته وسپارلې ٫ خو دسرحدی خاوری پنجدی له بيرته ورکولو نه يی ډډه وکړه . وروسته شو� �ويانو خپل ددی کار لامل دا وګاڼه چی ګويا دپنجدی ځايی اوسيدونکو دا تقاضا کړی وه چی دپخوا پشان د روسيی په ت� �کيب کی پاته شی . پدی ډول دپنجدی خبره کرار رار د دواړه هيوادونو لخوا هيره او شاته وغورځول شوه . لدی نه لږ م وده وروسته افغانستان په مسکو کی دخپل سفارت سره په تړاو چی سفير يی ميرزامحمدخان يفتلې وو ٫ دخپلو قونسلګريو څانګی په تاشکند او مروه کی پرانيستلې . روسيی هم په هرات ٫ ميمنې او مزرشريف کی دخپلو قونسلګريو په پرانيستلو لاس پوری کړ . دبرتانيوی هيات مشر هانری دابس لاهم په کابل کی ناست او هڅه يی کول څو دافغان لوری سره دګاونډيتوب دښو اړيکو تړون د لاسليک لپاره اماده کړی . امان الله خان هم نور دا درک کړی وه چی هيواد يی د روسيی پشان د انګلستان سره هم د ښو اړيکو درلودلو ته اړتيا لری . ده دا اړينه بلل چی ددغو دوو سترو هيوادونو ترمنځ په عنعنوی سياست کی يو بيلانس ( تعادل ) وساتل شی . هغه وو چی دهمدی ١٩٢١ کال په نوومبر کی محمود طرزی او هانری دابس په خپلو کی يو تړون لاسليک کړ . په تړون کی دافغانستان استقلال په رسميت وپيژندل شو خو د ډيورنډ کرښه د دواړو هيودونو ترمنځ دسرحد په توګه پاته شوه . ددی سره سم افغانستان د عبدالهادی داوی په مشرۍ په لندن کی افغانی سفارت او په هند کی دقونسلګرۍ څانګه پرانيستل . اميرامان الله خان دتړون دلاسليک کولو پرمهال وبرتانيوی هيات ته وويل چی دا د دوستۍ تړون نه بلکه دګاونډيتوب دښو اړيکو يو تړون دی . ددی سره سره چی تړون لاسليک هم شو ٫ خو دافغانستان او برتانيی ترمنځ اړيکی دپخوا پشان ترينګلې پاتی شوی ٫ داځکه چی دواړو خواوو يوپربل باور نه درلود او تر ډيره وخته يی يو له بل سره ګډه ژبه پيدانکړه . اميرامان الله دخپل سلطنت په لومړيو کلونو کی پان اسلاميزم دخپل سياست بنسټ ټاکلۍ وو اوپه شدت سره يی پرمخ � �اړه . دی پدی اند وو چی ديوی سياسی موسسی ( انستيتوت ) په توګه دخلافت په له منځه وړلو کی د اروپايی هيوادونو هلې ځلې اسلامی نړۍ ته ګواښ ( تهديد ) او خطر پيښوی . په هند کی اسلامی مشرانو چی دترکيی دسلطان تر روحانی اغيزی � �اندی يی خودمختارې غوښته ٫ دوی داګواښ کاوه چی که دخلافت مسئله دهندی مسلمانانو دغوښتنی سره سم حل نشی نو دوی به ياجهاد اعلان کړی اويا به له هند نه کډه وکړی . امان الله خان په پريکنده ډول ټول مسلمانان د يوموټی توب پخاطر راوبلل چی د خلافت ملاتړ وکړی او دپاک خدای په لاره کی خپل سرونه قربان کړی . ددغه شعار سره يو ځای ده دپ� �مختيا او مودرنيزه کولو شعار هم وړاندی کړ . دده په اند دا يوازنۍ لاره وه چی اسلامی نړۍ يی له ړنګيدلو نه سات� �ای شوه . په ١٩٢٠ کال کی دامان لله خان دپورتنۍ غوښتنې سره سم ډيرو هندی مسلمانانو له هغه هيواد نه پښی سپکی او ١٨ زره تنه يی افغانستان ته رامهاجرشول چی امان الله خان يی تود هرکلۍ وکړ . له دوی نه ځينی کسانو امان الله خان ته داوړانديز هم وکړ چی پرهندوستان يرغل وکړی او مسلمانان يی دانګريزانو له م نګلو ازاد کړی . اميرامان الله دخپلې دغی عقيدی له مخی په شوروی ترکستان کی هم د شوروی ضد باسماچی جنبش ( # ) د مشرانو سره اړيکی ونيولې او هغوی ته يی دشوروی قواوو سره په جنګ کی مادی او نظامی مرستی ورکړی . په منځنی اسيا کی دافغان دولت داډول سياست دساده پان اسلامی عقيدی له چوکاټ نه وتلۍ ښکا� �يده . دبخارا ازادی کيدلای شوه د روسيی او دنوموړی دولت دګټو پرضد په افغانستان کی په يوه جنجال واوړی . دپان اسلاميزم پلويان هيله من وو چی د روسيی څخه دبخارا بيلوالۍ کيدلا شی د مرکزی اسيايی کانفدريشن دپاره يوه هسته وګرځی چی دامير امان الله خان په مشرۍ به افغانستان هلته اغيزمن او ټاکونکۍ رول ولری . دامان الله خان دا ډول ستر پلانونه چی غوښته يی دټولې اسلامي نړۍ مشرتوب پ� �غاړه واخلې ٫ په پای کی دماتی سره مخامخ شول . دده دغو پان اسلاميستی نظرياتو په لندن او مسکو دواړو کی حساسيت راوپاراوه . مسکو په منځنی اسيا کی دخپل واک په غزولو او ټينګولو سره په متوديک ډول دافغانستان لاس لدی سيمی نه لنډ کړ . کرملين له افغانستانه وغوښته چی نور نو په بخارا کی خپل سفارت وتړی او لامل يی دا وښود چی افغانی سفير هلته دشوروی ضد باسماچی مشرانو سره اړيکی ساتلې . دباسماچی غورځنګ په ماتی سره افغانستان په منځنۍ اسيا کی خپل ټول اغيزمنتوب له لاسه ورکړ . نوموړی سيمی نور دشوروی امپراتوری په ترکيب کی ورکښيوتې او هلته منحلې شوی . هغه هندی مسلمانان چی افغانستان ته راکډوال شوی وو ٫ ډيرۍ يی خوار اوغريب خلګ وو چی يوازی په تاوده هرکلۍ سره يی درد دوا کيدلای نشو . دوی دهر اړخيزو مرستو په هيله دلته را کډه شوی وو . داچی افغانستان د دا ډول پوره مرستو دپاره پراخی مالي سرچينې نه درلودی ٫ نو دهغوی برخليک دپريشانۍ او خواشينۍ سره مخامخ شو . دافغانستان محدود مالی امکانات او تنګ جغرافيوی موقعيت ددی هيواد امير ته دپراخ لګښت لرونکې پان اسلاميستی فعاليت چانس نه ورکاوه . ځکه نوامان الله خان مجبور شو چی لدی پلان نه تير او بيرته په سيمه کی د دوو لويو دولتونو تر منځ دتعادل ټينګولو و دوديز سياست ته مخ واړوی . دانګريزانو سره د تړون دلاسليک نه وروسته هم په ١٩٢٢ کال ده د خپلو پلويانو په وړاندی ټينګار وکړ چي لا اوس هم دمسلمانو دبرخ� �يک ٫ دسرحدی پښتنی قبايلو سره د مرستی اوهمدارنګه دخلافت مينه وال دی . خو په عمل کی يی سياست دنړۍ دټولو هيوادونوسره د دوستۍ او ښو اړيکو د ټينګولو په لور روان وساته . پای . ( # ) - باسماچی دترکی کليمي ( باسماک ) نه ريښه اخلی چی دحملې اويرغل مانا لری . په روسيه کی داکتوبر تر سوسياليستی انقلاب و� �وسته دروسی امپراتورۍ په ترکستانی سيمو کی لکه ازبکستان ، قرغيزستان ٫ قزاقستان ٫ ترکمستان او همدارنګه تاجکستان کی دبلشويکی قدرت پرضد دمقاومت يو غورځنګ راپيل شو چی دمبارزی شکل يی تر لويه بريده دترپ او خرپ پا� �تيزنی حملی وی . دغه مقاومت هغه وخت دباسماچی حرکت پنامه ياديده چی دشوروی واکمنی پرمهال دانقلاب او اولس ضد عمل شميرل کيده او ډيره حده دتوهين او تحقير د يوه لغات په توګه تری نه کار اخيستل کيدی . روسانو دافغانستان داشغال پروخت هم ددوی پرضد جهادی مقاومت دباسماچی پنامه ياداوه او شوروی پلوه واکدارانو يی په دری ژبه ودغو مقاومت کوونکو ته اشرار ويل . ( ژباړونکۍ )"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دازادي ليلا", "output": "کله اقرار کله انکار ولې کړې؟ديو شيطان په شان کردار ولی کړئاصيل خويونه د پښتون دستور ديبدل انګريز په شان رفتار ولی کړئ؟سر صدقه کړه دپښتون غرور نهدسر بازی ميدان نه ننګ راوړهلکه منصور په شان اقرار کوهد غيرت نوم سره غورځنګ راوړهياخو د مينې جنازه خښه کړهياليونی مجنوني رنګ راوړهيا ښاپيرې دشين سالوناوه کۍپه سپين ټټر ورته لونګ راوړهياد زيارت ها � �يونی ملنګ تهډکه پيا نشه د بنګ راوړهچې شي نشه دسپين اسلام په نامهسر نزرانه کړي د قران په نامهيا � �يونی د کوم جانان د پارهسر نزرانه کړي د افغان د پارهاصيل خويونه د پښتون وګټيد ازادي ليلا مجنون وګټينه يمه ستا نه د بل چا جانانهنه غواړم شونډوله خنداجانانهزه د وطن د جګو غرو ليونېزه د کونړ د سيند څپو ليونېد ازادي ليلا مجنون غواړمهدپښتون ژوندلره سمون غواړمهد اسارت ژوند نه بيزاره يم هازادي غواړمه بدلون غواړمهچې پښتانه په اتفاق شي سرهدسولۍ ژوند ته اووښتون غواړمهپخپل خبرو و� �اړ کلکه يمهزه پښتنه حفيظ ملکه يمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوعا", "output": "دوعا نه په دې دونيا خوبان نه په هغه دونيا هورې زه خو تا له خدايه غواړم چې لاس پور ته په دوعا کړم مشکور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بادغیس کي ۹ تنه ملکي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې", "output": "بادغيس ولايت غورماچ اولسوالي ښارکي چاودني ٩تنوم ملکي وګړوته مرګ ژوبله واړوله.دبادغيس والي محمداشرف ناصري وايي دشنبي ورځي ماسپښين م هال ددغه٩ ولايت غورماچ داولسوالي وداني ترخوايوه چاودنه کي دري تنه ملکي وګړي مړه او٦)تنه سخت ټپيان شوه ،دي وايي چاوديدونکي مواديوه موټريسکل کي ځاي په ځاي اوداولسوالي وداني هدف وه دريموټ کنترول په زريع منفجر � �وخودهغه په وينادولتي پوليسوته زيان نه دي اوښتي ،شپږدوکانونه دچاودني له امله وسوځيدل اوداولسوالي دوداني ښيښي هم ماتي شوي .دپيښي مسوليت دمولا جماالدين يه نوم دطالبانويوه سيمه ايزه قوماندان په غاړه واخيسته ويويل دبريدهدف يي اولسوالي اود١٠)تنه پوليسودوژني ادعايي وکړه.مګردغه ادعايي دبادغيس دولتي چا� �واکي نه مني."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خرم اساسي قانون عملي کړ (د ثنا حليم ليکنه)", "output": "د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د لومړي ځل لپاره خپل رسالت تر سره کړ او،د بلخ ولايت د ملي راډيوټلويزون د بصيربابي په نوم يوخبريال يې کسر م عاش کړ.د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو په وينا دغه خبريال يې ځگه کسر معاش کړى چې،په ملي ټلويزون کې دنده لرله خو د ملي ترمينالوژۍ خلاف توري په خپلو رپوټونو کې کارول.چارواکود بلخ ولايت د ملي راډيو ټ� �ويزون مشرتابه ته سپارښتنه کړې چې،دغه کار دې د دغه خبريال په کاري شاليد کې هم وليکل شي.د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي خرم چې،تيره شپه له بي بي سي راډيو سره مرکه درلوده وويل دوى څو ځلي د ملي ټلويزون بصير بابي ته يادونه کړې وه چې،د ملي ترمينالوژۍ ضد تورې دې په خپلو رپوټونو کې نه کاروي خو له دومره يادونو او سپارښتنو سره،سره بيا هم دې ښاغلي د پوهنتون ،پوهنځي او رغتون نومونو په ځاى بيمارستان،دانشگده او دانشگاه توري او نومونه کارول چې، د افغانستان ملي ترمينالوژۍ ته په کې زيان رسيده.که له ژبني تعصب څخه تير شو نو رښتيا هم بيمارستان،دانشگاه او دانشگده او داسې ځينې نور ويونې (لغاتونه) چې،ډيرى يې د دري ژبو رسنيو له لارې کا� �ول کيږي زموږ ملي ژبي نه دي بلکي ،د فارسي ژبي ويونې(لغاتونه) دي چې، د ايرانيانو اصلي او رسمي ژبه بلل کيږي او د افغانستان يوې ژبې پورې هم تړاوو نلري .خو ځيني ښاغلي او آغلې بيا استدلال کوي چې، فارسي او دري په اصل کې د يوې ژبي دوه نومونه دي، چې، دغه خبره په ښکاره د افغانستان د اساسي قانون او د دغه هيواد د ملي ترمينالوژۍ خلافه خبره ده.په اساسي قانون کې اصلا د فارسي ژبې يادونه نه ده شوي، دافغانستان په اساسي قانون کې د افغانانو ملي ژبي پښتو او درې ښوول شوي نه فارسي. تاسې د افغانستان د اساسي قانون شپاړسمه ماده وگورئ (د پښتو، د� �ي، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت � �سمي ژبې دي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي. د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي.)نو اوس تاسې په ايمان وواياست چې فارسي هم د افغانستان په مروجو او شته او په ځانگړي ډول ملي ژبو کې شميرل شوې او يا هم په اساسي قانون کې له دغې ژبې څخه يادونه هم شوې؟ښکاره ده چې ځواب نه ،دى، نو بيا ولي پرځينو ايراني لاسپوڅو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه کار بوج تماميږي، او نه غواړي چې،د افغانستان ملي ژبي او ملي ترمينالوژي د پرديو په ځانگړي د ايراني کلتور له ښکار څخه وژغورل شي.زه واييم دغه ښاغلي او آغلې چې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه کار بد گڼې او پر ژبني تعصب يې ولاړه کړنه بولي ،ولي د جناب مخدوم رهين چې،پخوا د ښاغلي خرم ځاى ناستى و، او اوس په هند کې د افغانستان استازى دى کارونه ژبنى تعصب او د ملي ترمينالوژۍ خلاف نه بولي.په داسې حال کې چې،هغه په ښکاره د افغانستان د اساسي قانون خلافه کړنه ترسره کوي.جناب رهين صاحب خو د افغانستان د ډيرکيو (اکثريت)او ملي ژبې پښتوسره دومره رخه او کينه لري چې،په ليدو يې هم پر ذهن او دماغ بوج راځي.دې ښاغلي د افغان سفارت لوحه د(افغانستان لوى سفارت) د (سفارت کبرى افغانستان) پر بڼې بدلولو له افغانانو او په ځانگړي ډول له پښتنو سره خپله دښمني په ډاگه کړه. د جنا ب رهين صاحب زړه خو په دې کار هم يخ نشو،او بسنه يې پرې ونکړه ،ب� �کې لږ نور هم پسې ور تير شو او په هغه تاريخي جنايت يې لاس پورې کړ چې،افغانان به يې د تل لپاره ياد ساتي.پر دې جناب باندې پښتو ژبه دومره بوج وه چې،دسفارت له کتابتون نه يې د پښتو ژبې ټول کتابونه ليرې کړل او دهغه په ځاى يې ايراني چاپ شوي او ليکل شوي کتابونه ځاى پر ځاى کړل.نو زه اوس هغو ښاغلو او اغلو ته چې،د افغانستان د اط� �اعاتو او کلتور وزير ښاغلي خرم له لورې د افغانستان د ملي ټلويزون خبريال د کسر معاشول، جنايت او پ� �ژبني تعصب ولاړه هغه بولي، ولې د جناب خرم دغه کار ته په دغه سترگه نگورې؟ولې هغه ته نه وايي چې،پښتو او درې دواړه زموږ رسمې ژبې دي؟ولې هغه ته نه وايي چې،د اساسي قانون اوافغانانو پر ضد کړنې مه ترسره کوه؟په پاى کې زه د ښاغلي عبدالکريم خرم دغه کار ستاييم او دا خو هسې هم دهغه خپل کار دى.په راتلونکې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو نه په کلکه غوښتنه کووم چې، خپلې دندې ته لا نوره هم ډيره پاملرنه او پردې لاسپوځې پرينږدي چې، د افغانستان ملي ترمېنالوژۍ ته زيان ورسوي.ښاغلى خرم صاحب د دې ځينو شخصي تلويزوني چاينلونو د خپرونو په اړه خو هم خپله دنده سرته ورسوي کنه!. Sana_haleem@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بشري حقونو کمېشنره لوويزاربر نن کابل ته ورسېدله", "output": "٨ سلواغې ١٣٨٣ د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو کمېشنره لوويزاربر کابل ته رسېدلي چې له افغان حکومتي چارواکو سره د بشري حقونو په تړاو خبرې اترې وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان يوې وياندي وويل چې لوويز اربر له ځان سره د افغانستان د تيرو بشري ناخوالو په تړاو يو ځانګړې راپور هم لري چې د جنورۍ په ٢٩ نېټه به يې د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کمېسيون د يو بل راپور سره يو ځاي ولسمشر حامد کرزي ته وروسپاري. که څه هم د بشري حقونو په هکله د دواړو راپورونو جزيات لا څرګند شوي نه دي خو ويل کيږي چې په راپورونو کې د هغو ډلو څه نا څه پېژندګلي شوي ده چې د افغانستان په تيرو بشري ناخوالو کې ښکيلې بلل شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ګوانتانامو بندي په ځان لګیدلي تورونه رد کړل", "output": "میرویس جلالزی د لومړي ځل � �پاره د ګوانتانامو د خلیج د امریکايي زندان تر جوړیدو را پدې خوا په دغه زندان کې پروت یو بندي د امریکې د یوې غیري نظامي محکمې له خوا محاکمه کړای شو.دغه زنداني احمدخفلان ګیلاني نومیږي چې په کینیا او تانزانیا افریقايي هیوادونو کې د امریکې د سفارتونو په ودانیو د بریدونو په تور نیول شوی دی.دغه بریدونه د ۱۹۹۸ کال د اګسټ په میاشت کې تر سره شول چې پکې د دولسو امریکایانو په ګډون ۲۲۴ تنو خپل ژوند له لاسه و� �کړ.ګیلاني د لومړي ځل لپاره د نیویارک په ښار کې د فدرال یوې محکمې ته حاضر کړای شو خو په ډیر جرت سره یې په ځان باندي لګیدلي تورونه بي بنسټه وبلل.نوموړي وویل چې په دغو بریدونو کې هیڅ لاس نه لري او په ناحقه څو کاله په بند کې ساتل شوی دی.په ۳۰ کلن ګیلاني دا تور هم لګیدلی چې جعلي کاري یې کړي او په ورته وخت کې د ال� �اعدې سازمان د مشر اسامه بن لاډن د ساتونکي په توګه یې هم دنده تر سره کړي ده.ټاکل شوي چې را روانه اونۍ د ګیلاني د محاکمې دوهم پړاو پیل شي او که چیرته پرې لګیدلی تورونه ثابت شي نو د مرګ له سزا سره مخامخ کید� �ای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زابل : تر ديرشو زيات وسلوال طالبان وژل سوي دي", "output": "احمد لودين په زابل ولايت کي امنتي چارواکو خبر ورکړ چي تيره ورځ يي د ګډو ځواکونو په عملياتو کي تر ديرشو زيات وسلوال طالبان وژلي دي چي بهرنيان هم پکښي شامل دي . دزابل ولايت دامنيت امر غلام حيلاني فراهي بينوا ته په يوه ټلفوني اړيکه کي وويل چي نوموړي عمليات تيره ورځ د شملزو او نوبهار ولسواليو تر منځ هغه وخت پيل سوه کله چي وسلوالو طالبانو پر يوه امنيتي کرارګا بريد وکړ د فراهي په خبره چي په نوموړو عملياتو کي د هوايي بريدونو څخه هم کار اخستل سوي دي چي په ترڅ کي د طالبانو د يوه مشهور قوماندان چي دزابل دوالي په توګه يي معرفي کوي په ګډون تر ديرشو زيات وسلوال طالبان چي بهرنيان هم پکښي شامل دي وژل سوي دي او او د دريو موټرونو تر څنګ يي زياتي وسلي هم ګډو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي دي . دفراهي په خبره چي دوژل سوو کسانو جسدونه هم دوي ته پاتي دي او په نوموړو عملياتو کي ملکي خلکو او ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دي رسيدلي .وسلوالو طالبانو تر دي مهاله څه نه دي ويلي زابل د هيواد دسيهلي سيمي نارامه ولايت دي چي زيات وخت ورڅخه د جنګ جګړو رپوټونه ورکول کيږي او دواړي لوري يو بل ته د زيان وراړولو ادعاوي کوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل : د 20 کيلومتره سړک جوړولو کار پيل سو", "output": "په کابل کې د شل کيلومتره سړک د جوړولو کار، چې دتطبيق کوونکيو شرکتونو د سم کار نه کولو له امله بند شوى و،له يادو شويو شرکتونو څخه د سم کار د نوې ژمنې تراخيستو وروسته بياپيل شو .دا څرګندونې دکابل ښاروالۍ فني او مسلکي مرستيال عبدالاحد واحد وکړې . هغه وويل چې په يادو شويو سړکونو کې د بګراميو ، د زمان خان کلا، رحمان مېنې ، هوايي ډګر لوېديځ لورى او له هوايي ډګر څخه تر کانټيننټل هوټل پورې سړکونه شامل دي . واحد زياته کړه چې ديادو شويو سړکونو تړونونه له ١٣٨١ کال راهيسې په بېلابېلو وختونو کې له قوياش ، هېوادوال ، لطيفي او کاپي انترنشنل کورنيو شرکتونو سره � �اسليک شوي و ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند: د ماین چاودنې د دریو پولیسو ژوند واخیست", "output": "میرویس جلالزی نن د هلمند ولایت په ګرشک کې د سرک د غاړې ماین په چاودنه کې دری هغه پولیسان وژل شوي چې له یوې خصوصې کمپنۍ سره یې کار کاوه.دغه ټکی د ګرشک ولسوال حاجي عبدالاحد نن څرګند کړ.د احد پر وینا چې په دغه پیښه کې څلور نور پولیس ژوبل شوي چې نږدې روغتون ته د درملنې په موخه استول شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسيستم برخه System Unit", "output": "System Unit د قيمت او تکنالوژۍ له په پام کې نيولو سره د کمپيوټر مهمه برخه د سيستم برخه ده.ټولې چارې لکه د Data اخيستل ،د Data لېږدول،د Dataساتل،په Dataد منطقي او حسابي عملياتو سرته رسول او نور ،د هغو پرزه جاتو په مرسته چې په همدغه برخه کې دي، س� �ته رسوي .البته ددې ټولو چارو اصلي کنترولوونکی او سرته رسوونکی CPU ده چې د پراسسر په نامه هم ياديږي.له همدې امله د سيستم ټوله برخه په بازار کې د CPU په نامه ياديږي چې دا اصطلاح د سيستم ټولو برخو ته سمه نه ده.دکم پيوټر مهم پرزه جات هم په همدې برخه کې ځای په ځای شوي دي.او دا هم ويلای شو چې کمپيوټر اصلاً هم دا برخه ده.پاتې نورې پرزې لکه مانيتور،ليکمن ،موږک او نور د کمپيوټر اړخيز(جانبي) وسايل دي چې د هغوی دنده دData پراسس نه بلکې کمپيوټر ته يواځې د معلوماتو ننه کول او د پايلو ښودل دي.د سيستم دبرخې د ننه پرزې ټول يو صندوق ته ورته څيز کې چې د شاسي په نامه ياديږي ځای پر ځای شوي دي دا پرزې په لاندې ډول دي: (راتلونکی لوست ولو� �ئ!)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نړۍ ورځ په ورځ خیرنیږي .", "output": "ساینس پوهنه دټېکساس ایالت هیوسټن ښار کي ساینس پوهانو د مکسیکو د څرخاو (خلیج) سره ځیني څېړني وکړې د ټېکساس او ا م پوهنتون سمندرپوه سټیوډاي مارکو و و یله چي مخ کي د لیوزیانا او د ټیکساس د سمندر غاړيزه سیمي کم آکسېجنه بلل کېدې اما د مکسېکو څرخاوي (خلیجي) لوي سیمي کم آکسېجنه سوي دي په دا څېړونو کي ساینس پوهانو دامعلومه کړه چي د مکسیک څرخاو (خ� �یج) د سیمیزو باغوانانو او بزګران د جوارو د ایتهانول دپاره کرني له وجه ډېر خیرن سوي او کم آکسجنه سوي دي .باغوانان د جوارو د پاره مصنوعي انبار کاروي ، مصنوعي انبارچي پکښکي نایټروجن ستون لري د سمندر په اوبو د ګډېدوسره و الجیانو ته وده ورکړې ده ، الجیان بیا د سمندر د اوبو څه زیاتره آکسېجن و ځان ته کشوي ، د آکسجن د لږ والي او نه ستونوالي په نتیجه کي ډېر سمندري ژو مري .هغه زیاته کړه که چيري داوبو د دا خیرنول وندریږي نو به و سمندري ژوو ته نو هم زیان ورسیږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پدي اشډاون، خليلزاد، کرزى او دسيسې (هاري)", "output": "پدي اشډاون، خليلزاد، کرزى او سياسي دسيسې پدې تېرو څو ورځو کي، په غربي مطبوعاتو کي د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي مقام ته د نومول سوي برتانوي دپلومات ښاغلي پدي اشډاون، په ملګرو ملتونو کي د متحده ايا� �اتو د سفير زلمي خليلزاد، او ښاغلي کرزي دجنجالونو په باب يو لړ په زړه پوري رپوټونه خپاره سوي دي. ددې سياسي جنجالونو اساسي ټکي دا دي چي څوک د خپل ذاتي کفايت او بصيرت له امله، څوک د خپل ځان د ارتقا لپاره، او څوک هم د پوره سياسي حماقت له امله ددغو دسيسو قرباني سوي دي. که څه هم، اوس لا څه وختي دى چي ددغو سياسي جنجالونو په ټولو اړخونو باندي پوه سو، خو بيا هم څرنگه چي مسله ډېره سياسي او توده ده، پکار ده چي يو تبصره باندي وسي. بلخوا، لدې مسلې څخه پټي سترگي ترې تېرېدل او هيڅ نه ويل هم يو ډول بې غوري او ذهني لټي ده چي بايد ونسي. دلته به هڅه وسي چي لمړى ددغو نويو سياسي انکشافاتو جاج واخيستل سي، بيا وروسته همدا تاوده مسايل تحليل او تجزيه سي، او بالاخره د ام کان تر حد پوري د نژدې راتلونکي لپاره ځيني اټکلونه هم وسي. بايد وويل سي چي موضوع ډېره پېچلې او گونگۍ غوندي ښکاري، مواد او اسناد کم، او فاصله هم ليري او اوږده. خو کوښښ به دا وي چي مسله افشا او څرگنده کړو. حق حقدار ته ورسېږي، او تر يو حده پوري مسوليت هم رفع سي. ښاغلي پدي ا شډوان د برتانيې په سياست کي اوږده سابقه لري، د پوځي تجربې خاوند او د بين المللي جنجالونو په حلولو کي نوم او نښان لرى. د ښاغلي اشډاون ستره او مهمه نړيواله وظيفه د بازنيا لپاره د ستر استازي مسوليت وو. هغه په کفايت او لياقت شهرت لري، او دقوي شخصيت خاوند دى. که چيري د کرزي بې ځايه مخالفت نه واى، اشډوان به په افغانستان کي د بين المللي مرستو او سياسي چارو ستر ناظم سوى واى. ښاغلي اشډاون غوښتل چي په افغانستان کي پوره واک او اختيار ولري. په اغلب گومان د ښاغلي اشډوان همدا خصوصيتونو د کابل شډله او بې کفايته اداره وار خطا کړې وه. که څه هم، ويل کېږي چي په لمړيو ورځو کي ښاغلي کرزي د اشډاون د مقررۍ سره موافقه کړې وه، خو پدې نژدي ورځو کي يې خپله نظريه واړوله او خپل مخالفت يې لمړى د امريکا د بهرينو چارو د وزيري مېرمن رايس او بيا يې د برتانيې د صدراعظم گورډن بروان سره مطرح کړ. اوس نو، سوال دا دى چي ولي کرزي د اشډاون په برخه کي خپل نظر بدل کړ؟ ايا دا د کرزي خپله مفکوره وه او که په داخل او خارج کي ځينو لمسولى دى؟ د گارډين اخبار د جنوري د مياشتي پر ٢٩ ليکي: د برتانيې د بهرنيو چارو م امورين وايي چي په ملګرو ملتونو کي د امريکا سفير ، زلمي خليلزاد، کرزى دېته ته تشويق کړ چي د اشډاون له م� �ررۍ سره مخالفت وکړي. دا ورځپاڼه ادامه ورکوي او ليکي: د امريکا د رسمي سياست پر خلاف خليلزاد په سري توگه کرزي ته ويلي دي چي اشډاون يو مداخله گر دى او بايدمخه يې ونيول سي. برتانيې او امريکا دواړو غوښتل چي ښاغلي اشډاون په افغانستان کي د ستر ناظم د دندي مسوليت په غاړه واخلي. د سويس په ا� �تصادي غونډه کي، ښاغلي خليلزاد هم گډون درلود، او هلته د ايران داستازي سره څنګ پر څنګ ناست وو. د نيويا� �ک ټايمز او واشنگټن پوسټ د اخبارونو په قول چي د سپيني ماڼۍ مامورين خليلزاد ته سخت په غوسه دي. هغوي وايي چي موږ د ايران سره اصلا هيڅ رسمي روابط نلرو، مگر د ډاوس په غونډه کي خليلزاد د ايران د خارجه وزير منوچهر متکي سره څنگ پر څنگ ناست دى. د سپيني ماڼۍ عالي رتبه مامورين وايي چي د خليلزاد دا بېباکه عمل د امريکا د رسمي پاليسۍ څخه سرغړونه ده. داسي برېښي چي د امريکا په سياست کي د شارلتان خليلزاد ستورى پر � �وېدو دى. خليلزاد په سويس کي په عين زمان کي دوې ستري سياسي خطاوي وکړې، يوه د ايران په ارتباط او ب� �ه د اشډاون په اړه. اوس نو، په اغلب گومان خليلزاد کرزى دېته هڅولى دى چي د اشډوان له مقررۍ سره خپل مخالفت وکړي، او غالبا کرزي داسي انګېرلي دي چي د خليلزاد خبره او سپارښت د امريکا رسمي نظر دى. څرنگه چي همدا اوس په امريکا کي، د کرزي اعتبار صفر ته راکښته سوى دى، کرزي غوښتل چي گوندي پدې ترتيب د امريکايي چارواکو ملاتړ بېرته تر لاسه کړي. د افغانستان په باب دوه تازه تحقيقاتي رپوټونه خبردارى و� �کوي چي کېداى سي افغانستان يو ځل په يوه ناکامه او ناړامه حکومت بدل سي. همدا دوه رپورټونه د افغانستان په ا رتباط د سمدستي اصلاحاتو او جدي پاملرني غوښتنه کوي. ښاغلي کرزي پرته له تحقيق او تفکر څخه د اشډاون سره خپل مخالفت اعلان کړ . په بل عبارت، کرزي غوښتل چي امريکايانو ته دا وښيي چي هر څه چي هغوى امر ورته وکړي دى يې پر دواړو لېمو باندي مني. خو داسي ښکاري چي د اشډاون سره مخالفت د امريکا رسمي پاليسي نوه، او يوازي او يوازي د شارلتان خليلزاد دسيسه وه چي غوښتل يې په افغانستان کي د يوه قوى ناظم د م قررېدو کار وران کړي، او هم د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د ځان لپاره زمينه برابره کړي. په بل عبارت، يوازى دى قوي شخص وي، او ټول کارونه او مسوليتونه ده ته راجع سي. په ضمن کي، ښايي کرزي فکر کړى وي چي همدا مخالفت به دا هم ثابته کړى چي ګواکي دى هم د يوه مستقل نظر خاوند دى، او کولاى سي چي دلته او هلته نه ووايي! مگر اوس دا څرگنده سوه چي دکرزي همدا کار يو پوره سياسي حماقت وو، ځکه دا مسله په کرزي پوري هيڅ اړه نه درلوده. د اشډاون اصلي وظيفه د ناتو او مرستنديو هيوادونو د فعاليتونو منظمول وه. د کزري اصلي وظيفه دا ده چي خپل کور يې سبمال کړى واى. د پسرلي صاحب په قول: د جهان چاري به ښه واى که کوږ هسک پخپله سم واىبې نظمي به نواى دلتهکه يې ستوري منظم واى داسي ب� �ېښي چي د کرزي له لمسولوڅخه د خليلزاد يو بل هدف داوو چي د کرزي، برتانيې او امريکا تر مينځ موجوده بې اعتباري او اختلاف نور هم پراخ کړي، او د کرزي لړزانه موقف نور هم کمزورى کړي. خليلزاد غوښتل چي په يوې ډبرې دوې مرغۍ وولي. مانا دا چي له يوې خوا د افغانستان جمهور رياست د مقام د گټولو لپاره خپل چانس ډېر کړي، او د بلي خوا د کرزي په ارتباط د امريکا او برتانيې موجوده غوسه نوره هم زياته کړي. په بل عبارت، کرزى د توپ خولې ته وتړلي. کرزى هم د خپل سياسي حماقت او کم عقلۍ په خاطر د خليلزاد په لومه کي بند سو. ځکه کرزى اوبو اخيستى دى او ځگ ته لاس اچوي. بلخوا، ددې خبري هم ډېر امکان سته چي د کرزي په � �مسولو کي د شمال د ا يتلاف او د کرزي د ځينو نااهلو وزيرانو لاس هم وو. ښاغلي اشډاون غوښتل چي پوره صلاحيت ولري او پر کارونو باندي څارنه وکړي. اصلاحات په لاره واچوي او نااهله او بې کفايته مامورين په نښه کړي. څرنگه چي د شمال د ايتلاف جنايتکاران د مخدره موادو په قاچاقو، اداري فساد، او د افغانستان په بربادۍ کي پوره ونډه لري، ښايي هغوى هم د ښاغلي اشډوان له مقررۍ څخه ډارېدلي وي او د خپلو ناروا گټو د ساتلو په لټه کي سوي وي. نو بنا، کرزى يې دېته هڅولي وي چي د هغه د مقررۍ سره مخالفت وکړي. د افغانستان د بهرنيوچارو وزير سپنتا د کرزي د مخالفت د توجيه کولو لپاره ويلي دي: موږ غواړو چي پر خپلو پښو ودرېږو. په بل عبارت، سپنتا غواړي چي د کرزي دې څرگند حماقت ته يو ډول نشنلستي رنګ ورکړي. اوس به بېرته د خليلزاد کيسه څه را وسپړو. د امريکا په سياست کي چي کله د يوه دپلومات او مامور د طالع ستورى پر لوېدو سي، انواع او اقسام نيمګړتياوي يې رابرسېره کېږي. شارلتان خليلزاد چندان خطا نه کوله، خو بالاخره يې دواړه غاښونه ووتل. په کال ١٩٩٦ يا ١٩٩٧ کي، کله چي طالبانو زور اخيستى وو، او خليلزاد د يونيکال د کمپنۍ سره کار کاوه، او هم يې په امريکايي مطبوعاتو کي د طالبانو په گټه تبليغات کول، زه په هغه کلونو کي د جورج مېسن په پوهنتون کي محصل وم. زما يو محترم پروفسور، مارک کتس، چي خليلزاد يې له نژدو پېژنده را ته وويل: د خليلزاد د ژوند لوى سياسي ارمان دا دى چي په يوه ځاى کي سفير سي. د خداى کارونه دي د سپټمبر د يولسمي د تروريستي حملو سره سم، د خليلزاد کار چوک سو، او د خپل ژوند لوى ارمان ته چي عبارت له سفارت څخه وو، ورسېد. وروسته خليلزاد په عراق کي هم سفير سو. خو هم په افغانستان او هم عراق کي ناکامه سو، او وروسته په ملګرو ملتونو کي سفير مقرره سو. مگر څرنگه چي نور نو د کم بخت بش دوره مخ پر ختم ېدو ده، شارلتان خليلزاد بايد د ځان لپاره د يوه بل کار بندوبست کړى واى. همدا وو چي دا ځل يې د افغانستان دجمهوري رياست مقام ته ونېګل. همدا علت دى چي خليلزاد همدا اوسنۍ دسيسه جوړه کړه. مګر دا ځل پخپله � �ومه کي را گير سو. د يوې خوا، د ايران د خارجه وزير سره د څنګ پر څنګ ناستي په خاطر بش ورته سخت په غوسه دى، او دبلي خوا يې د کرزي د لمسولو کيسه هم را پورته سوې ده. داسي برېښي چي په راتلونکو ورځو کي به دا دواړي مسلې د خليلزاد لپاره ډيري گراني تمامي سي. بل پلو، د کزري وخت هم پر ختيمېدو دى، بنا افغاني منورينو ته پکار ده چي همدا اوس لا د يوه سياسي الټرنټيف د جوړولو په لټه کي سي. د يوه سياسي الټرنټيف دجوړولو د ضرورت او اهميت په باب يو جدي او سالم بحث ته سخته اړتيا سته، او دا فرصت بايد له لاسه ور نه کړه سي. والسلام."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوريځه", "output": "څلوريځه زما کنعان کنعان وطنه زه د مصر هستي څکړم زه دي تا په مينه مست يمه دانوره مستي څکړم که پا چا شمه پردی يم بې له تا مي قدر نشته دا سر ټيټی تاج به څکړم دا سرلوړې پستي څکړم رحمت الله مظ� �وم _کندوز"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې غلود يوکورخاوند په ډزو وژلۍ دى", "output": "د کابل ښار د لسمې ناحيې اړوند د وزير اباد په چهار کلا کې تيره شپه د غلو يوې څلور کسيزې ډلې د يو کور څخه هر څه غلا کړي او د کورنى يو غړى يې،چې له دوى سره � �اس په ګريوان شوي وو په ډزو سره وژلۍ دى . پوليسو د پېښې په اړوند ٣ تنه شکمن کسان نيولي دي .د کورنى غړى وايى چې غله د پوليسو تر نامه لاندې د تلاشى په پلمه د دوى کور ته ورننوتى اوهرڅه يې له ځانو سره وړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "د ژړا په سمندر كې څاڅكى اوښكه خندومهد تيارې په لوى توپان كې يو د نور بڅرى ږدمهد جانان د څڼوول ته يو ګلاب له خاورو غواړمپر سرخاورې دوړومه او خپل ځان خاورې كومهزه د مينې په درياب كې لاهو شوى او ورك شوىلا هم ورك نه يم له ځانه، ورك جانان مې لټومهدا سرې وينې مې عالمه د جانان د زنې خال كړئله زړګي نه هره داره ډك سيندونه بهومهكه خمار دى، كه نشه ده، كه مستي ده، كه ځواني دهد ساقي سترګو كې وينم خو ترې سترګې اړومهدا ژوندون نيمګړى جام دى او مستي يې ده نيمګړېدا شراب ترې تويومه او خمار يې مستومهستا د حسن له اسمانه مرور كه وي كوم ستورىله سپوږمۍ غگېږ تاوومه مرور پخلا كومهښايسته كه جهان نه و، يا د ښكلو جهان نه شوكه سپرغۍ كې پټ انګار شوم دا جهان لمبه كومه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاکستاني حکومت افغان سفیر ته احتجاج کړی", "output": "پاکستان د افغان ولسمشر په څرګندونو رسمي احتجاج کړی او په دې سربیره د پاکستان پارلمان هم په ولسمشر کرزی نیوکي کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویاند محمد صادق وویل چې پاکستان به هیڅ یو ملک ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په خاوره برید وکړي. وزا� �ت په اسلام آباد کې افغان سفیر محمد انور انورزي وویل چې پاکستان کې د ولسمشر بیان غلط تعبیر شوی او د ولسشمر ک� �زي دا بیان په دې مفهوم نه دی چی یعني سبا او یا بل سبا به په پاکستان باندې برید کیږي. هغه وویل چې ولسمشر د تل په شان د ترهګرو د سرچینو د بندیدو غوښتنه کوي . ښاغلي انورزي وویل که چیره بیت الله محسود د افغانستان په دننه کې په خلکو د جنګ تپل غواړي نو خلک به ورته ځواب ورکړي او افغان حکومت د پاکستان له نوي حکومت سره ښي اړیکي لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اريوب او اريانا په باب لنډ او مستند معلومات", "output": "د اريوب او اريانا په باب لنډ او م ستند معلومات اريايان څلور زره کاله ترميلاد مخه د باختر ځمکو او د هندوکش لمنو ته راغلل . ژبوهانو له مي� �اد څخه د مخه له (٢٥٠٠) تر (٣٠٠٠) ق م کلونو پورې تخمين کړيدى چې د ژبو په ويشنه کې پښتو ژبه د اريايي ژبو په لويه کورنۍ کې يوه ډيره تاريخي او پراخه ژبه ګڼل شوې . دا چې د اريوب مجلې د چلونکو تر مينځ په همدې نوم يو څه ناندرۍ را مينځ ته شوي دي په دې چې د مجلې څو ټوکه د ((اريوب )) او ځينې نورې يې د ((آريوب )) تر عنوان لاندې له چاپه را ووتلې چې دا د مجلې د چلونکو يوه لويه نيمګړتيا وه ځکه چې په پيل کې بايد د مجلې کارکونکو دې ته موضوع ته پاملرنه کړې واى او پوره ،پوره ډاډ يې تر لاسه کړى واى چې زمونږ د سيمې اصلي نو څه دى ؟ او سوچه پښتو د کوم اړخ پر لورې څرخي ؟کنه نو په مناسب قيمت د يوه تاريخ رانيول هم کومه ګرانه خبره نه وه خو د ټکو کمول او زياتول نه يوازې د دوى د علمي سويې په نه درودلو دلالت کوي بلکه نورو ته هم د خپلې سيمې د نه پيژندنې يو ښکاره ثبوت په خپلو لاسو ورکوو .....په هر صورت اريا د (ار) _ (اره) کلمې اوس هم د پښتنو په سيمو کې د ((اصل )) او (اره) د کرکيلي په مانا استعماليږي .چې د پښتو ژبې د يوشمير لغتونو په پرتله په ځينو نومونو باندې د (يا) لاحقه يا وروستاړى راوړل کيږي او صفت کړل شوى نوم ((م وصوف )) نوم ترې جوړيږي . او يا دادى چې د ځينو مصدري نومونو څخه مصدري علامې غورځيږي او د ((يا)) په ترکيب سره ور څ خه صفت کړل شوى نو م جوړيږي لکه ! د مل څخه ملتيا ، له روغ څخه روغتيا ، له ار څخه اريا ، او داسې نور . دا ډول د (ار) کليمه اوس هم يوه ژوندۍ کليمه ده چې د اصل او نجيب په مانا کارول کيږي او( اره ) اوس هم په ځينو سيمو کې د ک� �کيلي په مانا استعماليږي . د (اره) له کليمې څخه د (ه) تورى غورځول شوى او (ين) لاحقه ورستاړى په ترکيب سره ترې ( ارين) جوړ شوى دى . ددې کليمې په سانسکريت اريايي زړه ژبه کې د نحيب ، شريف، اصل ، اواصيل په مفهوم کارول شوې ده ښاغلى عبدالحى حبيبي زياتوي چې د مثال په توګه ! د پکتيا ولايت دځاځيود اوسيدو سيمه د(( اريوب )) په نامه ياديږي. چې (ار) د اصل او (يوب ) يې وروستاړى دى چې د اريايانو د اوسيدو دځاى مانا ورکوي همدارنګه د پکتيکا د يوې سيمې نوم (ارګون ) دى چې (ار) يې د اصل په مانا او (ګون) يې د بې شميره اريايانو مانا لري همدې ته ورته (ارغندي ) چې د س� �ښيندونکو اريايانو مانا ورکوي او همداسې نورې ډيرې بيلګې . لکه ارغنداب ، ارچي ،ارګو، ارغستان ،او نور چې د ا� �يايانو اصلي بچې او وارثان دي او هر يو خپله مانا لري . همدارنګه تاريخ څيړونکى ( مسکن مولر) عالم وايي چې د ا� �يايانو پيشه بزګري وه خو اصيل او نجيب خلک وو. المانى تاريخ پوه (ډاکټر جيګر ) هم د اريايانو د تاريخ په باب د خپل کتاب په (١٧) مخ کې ليکي چې د (ار) کليمه د اصيل او نحيب په مانا اريايانو ساتلې ده او په همدې مانا ده هم . هغه ژبه چې د اريايي هجرت د مخه ويل کيده سوچه د ټولو قومونو يوه ژبه وه چې (اريک ) نوميده .خو پوهان وايي چې د (٢٤٠٠) ق،م کال څخه راورسته دې ژبې بدلون وموند او ډيرې عربي ،يوناني او نورې کليمې پکښې ځاى شوې لکه ! لرمل _مازديګر ، ب� �مل_ماسپښين ، تورمل _ماښام ، رپى _بيرغ ، ورچينه _ دباندې يا بهر او همداسې نور........ که څه هم د فاړسو ژبه يا فا� �سي هم اريايي ژبه ده خو پښتو نده د مثال په ډول د فاړسو ژبې ويونکي (اريانا) ته (آريانا)او( ارين) ته (آرين) وايي او داسې ډير نور لفظونه دي چې ددوى په ژبه پورې اړه لري او دوى يې هم په خپل تلفظ سره وايي او په خپل ليک دود يې � �يکي . خو زمونږ د نا خبرۍ او بې خبرۍ له امله د پښتنو د يوه سيمې نوم ((اريوب )) هم تر ((آريوب )) پورى راورسيد او هم دارنګه نورې ډيرې بيلګې شته چې په پښتو ژبه کې ورځاى شوي دي .په دې باب زياد بحث او څيړنې ته اړتيا ده خو زما په اند مونږ بايد د خپلې ژبې اصلي موقف او تاريخ جواري نه کړو او په خپل لاس د خپلې ناکامۍ او نا فهمۍ ثبوت د بل له هنګولو وژغورو . لقمان حکيم وايي چې پوښتنه کول عيب نه دى خو نه پوهيدل عيب بلل کيږي .په هر ترتيب د ملګرو د بسنې په هي� �ه لاندې بيتونه چې ډير پخوا ليکل شوي دي د (ار)کلمې د ثبوت په ډول وړاندې کوم . ; دى له (اره) وو ښاغل� � څه که وو په وير نتل� � &nbs; p; & nbsp; &nbs; p; (ملا الف هوتک) ; شيخ متي چې خليلي وو دى له (اره) لوى ولي وو & nbsp; &nbs; p; & nbsp; ( پيرمحمد مياجي) ماخذونه ! د پښتو د ادبياتو تا� �يخ عبدالحى حبيبي د پښتو ژبو د زده کونکو تاريخ محمد الله دوران _سيد محمود کارګ� � له پټې خزانې څ خه ; ملا محمد هوتک"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار په هوايي ډګر کي جیټ الوتکه ولویده", "output": "د افغانستان په سهیل کندهار و� �ایت کي نن سهار وختي د بهرنیو ځواکونو یو جنګي جیټ الوتکه غورځیدلي ده چې د ترلاسه سویو رپوټونو پر بنسټ دوه پیلوټان يي ژوبل دي په افغانستان کي د ایساف مطبوعاتي دفتر پيښه تایید کړي او زیاتوي چي د کندهار په هوايي ډګر کي يې یوه جیټ الوتکه لویدلي پيلوټان يي ژوبل دي او اوس تر درملنه لاندي دي د پيښي په اړه نور جزییات ندي ورکول سوي تیره ورځ په کندهار کي د یوې څرخکي د لویدلو له امله تر شلو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي وه او همدارنګه دوې ورځي وړاندي د غزني په ناور ولسوالۍ کي د یوې جنګي جیټ د لویدلو په پيښه کي دوه امریکايي نظامي پيلوټان وژل سوي ول"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د اسټراليا په يوه ځنګل کي سخت اور بل دى", "output": "د اسټراليا په سهيل ختيځو ځنگلونو کې اورلگېدنه اوس هم دوام لري. ويل کېږي چې د دغه هېواد په درې ايالتونو کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ١٨ کوررونه سوځېدلي دي. د تسمانيا ايالت اور وژونکو ويلي د تېزو بادونو له امله چې ګړنديتوب يې په ساعت کې ١٠٠ کيلو متره اټکل شوى دى، په دغه ايالت کې يې ١٨ کورونه سوځولي دي. د راپورونو له مخې نښلوونکي اړيکې هم له منځه تللي دي چي له امله يې له نورو سيمو سره د اړيکو نښلول له ستونزو سره مخ شوي دي. اور وژونکو ټوله شپه هڅې کولې څو د اور لمبې تر خپل واک لاندې راولي. د سيمې ډېرۍ خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي خو ځينې نور يې د کورونو د ساتلو لپاره په سيمه کې پاتې دي. اور وژونکي وايي سږکال د وچکاليو له امله اسټراليا له سختو اور لګېدنو سره مخ ده. د دوبي په موسم کې خو په دغه هېواد کې اورلګېدنه عادي کار دى. په تېرو څلوېښتو کلونو کې په اسټراليا کې د اور لګېدنو له امله ٢٥٠ کسان وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پغمان د محکمې رئيس د بډې اخستو په تور ونيول شو", "output": "د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې خبر ورکړ چې د پغمان د محکمې رئيس د ٣٠ زرو کلدار د بډې اخستو په تور د پوليسو له لوري نيول شوى دى. دا په داسي ح ال كي ده چي يوه ورځ وړاندې په کابل کې د ٢ تنو څارنوالانو د نيولو پخلۍ هم شوى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اوس به څه ليکي شاعره", "output": "اوس به څه ليکي شاعره هغه ستا د ابا مېنه تالا سوې چې تندي کې دې سجدې ورته ساتلې دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولې پر کورورنو د بلا ساه ده ختلې له باڼو تر ګرېوانه د اوښکو کوردی له زلمو شونډو موسکا ده کوچېدلې پر اوږو د اوښکو ووته له ښاره د خندا جنازه ولاړه غم لړلې اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې � �اعره اوس په ساندو کيسې وځي له کابله چې کوڅې يې وې ښايستې په پېغلو حورو سور سالو يې د لمبو رنګ دی اخيستی چې په ښکلي وه باغونه د انګورو پر انګړ يې د پاتا کمبلي ؟ اړي پر تېر شوی دی ناورين د زورورو ماشومان يې بلا ګانې په خوب ويني افسانې د برېتورور، ږيره ورو د هر پار کيسه د زوی په وينو سره ده هره م ورده پر هارونه د ناسورو اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره کډې کوم وطن ته وړي دا کور خرابي اوس به څوک اوري آواز د پر ديسانو کوم ولات کې يې درمل ورته ليکلي څوک به اوري ف� �يادونه د زخميانو څوک به غوږ نيسي ناروته دبې پلارو څوک به وژاړي سلګۍ د يتيمانو څوک به بېرته لو پټه د خور پر سرکړي څوک به نيسي ګرېوانونه د غازيانو د نښتر ونې جنډۍ شوې د قبرونو لا روانې دي جوپې د شهيدانو اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره اوس به څوک له قلندره سره ژاړي اوس به څوک ليږي ميراته غزلونه څوک به اوښکي تويوي پر مينانو څوک به ژاړي په کيږديوکې نکلونه کوم حم يد به خط وخال کاغذ ته يوسي يادوي به ديارانو سفرونه څوک به اوري کرامت د ددرويشانو څوک به ګوري پر رحم ان باندې فالونه څوک به نيسي د ديدن د ګودر لارې له سالو سره به څوک ستاسيي اورونه اوس به څه ليکې � �اعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره اوس به څوک د هندوکُش سندرې بولي اوس به څوک ځي په اتڼ تر خيبرونو اوس به څوک د ارغسان پر څپو ګرځي څوک به ليکي قصيدې د کونړونو څوک به بولي له آمو تر ابا سينه غر او سمه د سرکښو اولسونو څوک به بولي له اټکه تر مالانه قلا ګانې د با با له ميراثونو اوس به څوک د جلا لا ګودرته يوسي د هلمند څخه شر نګی د امېلونو اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره اوس به څوک را يادوي تېرې خبرې اوس به څوک را ويښوي زاړه نکلونه اوس به څ نګه نکلچي غاړه تازه کړي اوس به څه وايي زامنو ته پلرونه اوس به څوک د پاني پت په توره وياړي اوس به څوک تسليموي اصفهانونه کوم شير شاه توره ايستلې ځي سسرام ته کوم اکبر به ورانوي د فرنګ خونه کوم اورنګ به خپل زخمونه وينې ژاړي کوم خوشحال به لړزوي په کټ کې زړونه اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره کومه پېغله به غرمه د ميوند سره کې د خپل يار له وينو څوک ايږدي خالونه اوس به کومه تور پېکۍ تر بولدک ورشي کومه چيغه به کړي سره ساړه رګونه کوم لاسونه به مرۍ د قاتل نيسي څوک به راشي د ايوب سره ملګري څوک به واچوي سندروته نومونه څوک به تاوکړي د با با پګړۍ له سره څوک به وران کړي د ازل کښلي خطونه اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره نن هغه ماشه د ورور پر لور کشيږي چې يې غړي تښتول د رستمانو نن هغه غشي د خور ټيکری پېيلی چې يې زړونه سوري کول د سر کښانو نن هغه اور د ابا پر مينه بل دی چې کرلې يې لمبې پر ګُرګينانو نن هغه توره د ورور په وينو سره ده چې څيرلې يې سينې د غليمانو نن هغه سالار د بل په پښو کې پروت دی ککرۍ چې يې وهلې د بتانو اوس به څه ليکې شاعره � �اته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره اوس له ګوتو د مطرب وينې را اوري ژبې سل ځايه زخمي د � �هبازونو د سندرو سره غبرګې وايي ساندې د رنځورو زګېروي ځي له ربابونو اوس به چېرې د زلميو څوڼې غورځي ګنهکاره شوه سورنا ږغ د ډولونو شپې ته راغله انګولا د بلاګانو شمع کوچ شوه د محفل له ماښامونو د تيا� �و اجاره دار محتسب راغی خپروي زړې تيارې پر خوانوزړونو اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره پر ګودر در مېلمنې د بلا سترګې نه شر نګی شته د پاوليو نه پايلو پر نغمو پر زمزم و جپاو راغلی زاغ نيولي ځالګۍ دي د بلبلو نه محفل کې ګناهونه ياغي کېږي نه خيام شته د توبو د ماتولو سپين لاسونه د ساقي به چېرې وېشي پريارانو شنې پيالې ډکي له مُلو اوس به څوک رنګونه تش کړي په قلم کې څوک به ليکي دېوانونه د غزلو اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره اوس نسيم راوړي خبر د تورو ورځو اوس له شپو سره راځي اغزن خوبونه آفتونو پکښې کړي ځالګۍ دي جنازو پکښې او ډلې دي کورونه وايې نشته کجاوې شا ليا ورو ورو پېغلې نه نيسي د اوښو پېزوانونه اوس يې نه راوړي رويبار د ديدن زېری له قاصده سره نسته سلامونه په کوذو کې يې زموږ پلونه بېګانه دي له ا غيار سره يې کړي پيوندونه اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره ................................................... � �٠٠٠\\٣\\٦ وير جينيا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ربيع الاول اودميلادالنبي دلمانځني (۱۱) اختتامي برخه", "output": "وفي مجموعة فتاوی ج ۳ ص � �۲۸.السوال : هل يجوز تخصيص ذکری المولد الشريف بشهرربيع الاول اوغيره ام لا ؟الجواب : ان ولادة خيرالبشر عليه صلواة الله الاکبر موجب لألاف سرور وفرحة وهذه السرور والفرحة ليس له اختصاص بزم ان ومکان بل استقر في عرق کل مؤمن وعصبه(وشحمه ولحمه ) وان ثويبة جارية ابي لهب لما بشُّرته با � �ولادة السعيدة للنبي صلی الله عليه وسلم فرح واعتقها . ثم روي في المنام بعد موته ( صاحب هذه الرويا ء هوالعباس بن عبد المطلب رضي الله عنه ) فقيل له کيف حالک ؟ فقال: من يوم الموت اعذب بالنار. الاانه يخفف عني کل ليلة الاثنين.وذالک ببرکة السرور بولادة محمد مصطفی صلی الله عليه و سلم فاذاکان ابولهب الشقي يخفف عنه العذاب لفرحه بالميلاد. فالمسلم الموحد من امته صلی الله عليه وسلم الذي يسربمولده صلی الله عليه وسلم . ويبذل ماله في محبته \\ صلی الله عليه وسلم حسب استطاعته کيف لايبلغ الی الدرجة العليا. ک� �اقال المحدث ابوالفرج ابن الجوزي والشيخ عبدالحق الدهلوي وغيرهما فالولادة السعيدة والم عجزات والغزوات والاحوال الاخری المتبرکة لسيد العالمين صلی الله عليه وسلم لوبينت في مجلس ا� �وعظ اوالتعليم وشرحت مفصلاً بدون دعوة الناس . وبغيرصورة الاحتفال تکون موجبة للالوف من البرکات. وقد کانت ا لصحابة رضي الله عنهم اجمعين يجعلون محافلهم متبرکة ومهابط الانوار الالهية القدسية ب� �کر هذه الامور وبيانها وروي (اصحابي کالنجوم فبايهم اقتديتم اهتديتم .مشکوة المصابيح .واما اجتماع الناس وانعقاد المحفل بشرط ان يکون خالياً عن المنکرات وکذا دعوة الناس الی محفل ذکر المولد ومجلس ا لسيرة النبوية. واعلان انه ينعقد في يوم کذا وموضع کذا وکذاليشترکوا في الحسنات. فالحقيقة ان ذکري ا� �مولد بهذه الصورة لم يکن في عهد صاحب الرسالة صلی الله عيه وسلم . ولافي عهد الصحابة والتابعين ومن تبعهم رضي الله عنهم . وباقي عصر المجتهدين رحمة الله تعالی عليهم . ومابلغتنا فيه رواية منهم ولعدم ثبوته بهذه الصورة في عهد النبوي المبارک يمکن ان يقال له( بدعة ) وقال الامام النووي رحمه الله تعالی عليه ان البدعة في الشرع احداث مالم يکن في عهد رسول الله صلی الله عليه وعلی اله واصحابه وسلم. کذاقال الملا ع� �ي القاري رحمه الله تعالی عليه في شرح المشکوة لکنه لما کان هذا امراً حسناً ولم يکن موجباً للمعصية وا� �اثم . وقدثبت في الشرع اجتماع الناس للفرحة والسرور ، وکذا ثبت ان سيدنا بلال رضي الله تعالی عنه احياناً کان يطلع الناس بامر المصطفی صلی الله عليه وسلم في الطريق والسوق علی موعظة الرسول الله صلی الله عليه وسلم اجازه علماء الشريعة وسموه بدعة مندوبة فيثاب فاعله. پوسه چي ددغه عبارت دترجمي له مخه د مولددلفظ وضاحت ضروردئ په دي ډول چي دمولد لفظ په اصل کښي ياصيغه دظرف زمان ده ياصيغه دظرف مکان ده معنی یې ځاۍ دزيږيدلو ياوخت دزيږيدلو دئ اوپه اصطلاح کښي دامت مولِد واجتماع ته دخ� �ګواووقرائت ته دقران کريم اووبيانولوته دهغو روايتوچي واردوي په ولادت کښي ديوه نبي له انبياوو اوياديوه ولي له اولياوو اوومدح اووصفت کولو ته ددوۍ په نيکواقوالواوافعالوسره ددوۍ ويل کيږي (اعانة الطالبين جـلـ۳ـد ص ۳۶۱) اوس نو دمذکوره عبارت وترجمي ته ځيرسئ .دسوال پخوړ اوخلاصه داده چي داسلام دپيغمب� �دسيرة بيانولو اودده مبارک دمدح اوصفت په خاطر راغونډيدل خاص په هغه مياشت کښي چي دده مبارک زوکړه په کښي سويده چي هغه دربيع الاول ياغيره مياشت ده جائزده اوکه نه ده يعني سره له دي چي نفس داسلام دپيغمبر دسيرت بيانول اودده مبارک مدحه اوثناکول خوپه شريعت کښي ډيرمهم کار دئ خوپه دغه خاص شکل کښي دغه کارکول چي م ثلاً ودغه کارته دربيع الاول تر مياشتي تخصيص ورکړل سي اوپه قاعده سره خلګ ومحفل دمولِد شريف ته رادعوت کړل سي اوپه دي معتاد ډول وخلګوته اعلانونه وکړل سي دشريعت له نظره څنګه کاردئ؟ دجواب خلاصه داده چي که چيري په دغه اجتماع کښي غيرشرعي کارونه وجود ونلري نوعلماوودشريعت دغه کار جائزګڼلئ اوبدعت مندوبة یې بللئ دئ اوددغه کارکونکي یې مستحقين دثواب بللي دي، همدارنګه په ذکرسوئ فتاوی کښي راغلي دي چي ډيروله غټانودرجا� �ودطريقت کوم چي عمل دمولد یې ترسره کړيدئ په خوب کښي په داسي حال کښي داسلام پيغمبرليدلئ دئ چي په عمل دمو� �دخپل به راضي اوخوشحاله وو اوشيخ عبدالحق محدث دهلوي فرمایې چي ځني له هغوخواصودعمل اودلمانځني دمولد داسلام دپيغمبر کوم چي په وارو وارو په تجربه رسيدلئ دئ دادئ چي په دغه ټول کال کښي دغه څوک چي لمانځنه دميلادیې کړي وي له امن اوامان سره مخامخ سويدئ اوپه يوه طريقه له طريقوسره دکاميابئ زيري ورکړسويدئ وايضاً في مجموعة الفتاوی ج ۱ ص ۳۹للعلامة الکنوي بعد تمهيد عدة مقدمات اقول بعدتمهيد هذه المقدمات ان ذکري المولدنفسه ليس بدعة ضلالة لوجهين :الوجه الاول : ان المولد عبارة عن ان يقراء آية من الآيات الق� �انية . اويروي حديث من احاديث النبوية . ويذکرشئ من الفضائل والمعجزات النبوية . ويضاف في الشرح بعض حالات ولادته صلی الله عليه وسلم .ونسبه الشريف والخوارق التي ظهرت في حين ولادته وقبلها .ونحوها. کذاحققه ابن حجرالمکي في (نعمة الکبری علی العالم بمولد سيد ولدادم وغيره من العلما ء الحذاق ا� �مهرة وهذه الحقيقة کانت موجودة في العهد النبوي وعصرالصحابه وان لم تسم بهذه التسمیة ولا یخفی علی المح دثين الماهرین ان الصحابة رضي الله عنهم کانوا يذکرون الفضائل والشمائل النبوية . والح الات الراهنة عند ولادة ا لرسول المعظم صلی الله علیه وسلم وقد روي في الصحاح ان رسول الله صلی الله عليه وسلم کان يضع لحسان منبراً في المسجد يقول عليه قائماً يفاخرعن رسول الله صلی الله عليه وس� �م وينشد اشعاره في مدح رسول الله صلی الله عليه وسلم وکان رسول الله صلی الله عليه وسلم يدعوله ويقول ::اللهم ايده بروح القدوس . ولا يخفی علی من طالع ديوان حِسان رضي الله عنه ان في قصائده ذکرت الم عجزات النبوية واحوال الولادة السعیدة . والنسب الشريف وغيرها . وانشاد الاشعار بهذه الصفة في الم جالس هو عين المولد . وقصة انشاده الاشعار في المسجد النبوي رويت في صحيح الامام البخاري رحمة الله ع� �يه ومن شاء الاطلاع فليرجع اليه اوالی غيره فتح الباري ج۱ص۵۴۸.رقم الحديث ۴۵۳ .فلا يظهر بين الذکرالمولد الذي مربيانه وبين هذه القصة فرق معتد به . الاان هذه القصة لم تسم بمحفل المو� �د . وهذاامراخر. ان اعترض ان نفس ذکر المولد وبيان الفضائل وغيره ثابت لکن ذکر المولد بهذه الصو� �ة بآن يجمع له الرجال ويدعی الاحباب من البيوت لم يثبت،يجاب بان جمع الرجال وطلبهم لتبليغ العلم ونشره ثابت في الحديث کما ذکر فقيه ابوالليث السمرقندي رحمه الله تعالی عليه في کتابه تنبيه الغافلين: عن علی بن ابي طالب قال:نزلت(اذاجاء نصرالله ) في مرض رسول الله صلی الله عليه وسلم فما لبث ان خرج اليوم الخميس فرقي المنبر وجلس عليه ثم دعابلالاوقال:نادفي المدينة ان اجتمعوا لوصية رسول الله ع� �يه وسلم فنادی بلال فاجتمع صغيرهم وکبيرهم وترکواابواب بيوتهم مفتحة حتی خرجت العذاري من خدورهن حتی خض( قو� �ه خض يقال غض مکان باهله امتلأبهم وضاق )المسجد باهله والنبي صلی الله عليه وسلم يقول ،وسعوا لمن وراء کم ثم قام فحمدالله واثنی عليه وصلی علی الانبياء . ثم قال انا محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم العربي الحرمي المکي الحديث انتهی ملخصاً . وذکره في باب رفق۲۹۹. وفوق ذالک بان الکلام في المولدنفسه . واماالتخصيصات العرفية والامورالمحيطة به فان لم تثبت من هذالاجتماع الذي ذکره في الحديث لايلزم منه عدم جوازذکری المولد ولايستلزم منع الاحتفال به . دوجه ثاني خلاصه داده چي داخبره په اح اديثو اوپه شرعي دلائلوثابته ده چي دهرفردله افردوڅخه دعلم شرعي په هروخت کښي چي وي تعليم اوتعلم شرعي کار دئ،نو داسلام دبيغمبردميلادپه مناسبت داسلام دپيغمبر سيرت اوحالات بيانول يااوريدل هم يوفرددئ له اف� �ادو څخه دتعليم اودتعلم دعلم شرعي نوپه دي وجه داهم شرعي کاردئ اوودي خبري ته متبحرفقهاء اومستنبطين ع� �ماء کوم چي له اهله څخه دفتوی دي لکه ابوشامه حافظ ابن حجر اوامام سيوطي اوشامي اوامثال ددوئ تللي دي اوحکم یې کړيدئ په استحباب دذکردمولِد ،اود (الانوارالمحمدية من المواهب اللدنية )په ۲۸او۲۹ صفحه کښي په دي اړه داسي راغلي دي . وارضعته صلی الله علیه وسلم ثويبة عتيقة ابي لهب اعتقها حين بشَّرَتْه بولادته عليه السلام وقدروءي ابولهب بعدموته فی النوم فقيل له ماحالک فقال في النار الاانه خُفِّف عنی في کل ليلة اثنین وامص من بين اصبعين هاتين ماءً واشاربرأس اِصبعيه وان َّذالک باعتاقي لثويبة عندما بشرتنی بولادة النبي صلی الله عليه وسلم وبأرضاعهاله صلی الله عليه وسلم.قال ابن الجزري فأذاکان هذا أبولهب الکافر الذي نزل القران ب� �مه جوزي بفرحه ليلة مولد النبي صلی الله عليه وسلم فما حال المسلم الموحد من امته صلی الله عليه وسلم یُسربم ولده ويبذل ماتصل اليه قدرته في محبته صلی الله عليه وسلم لعمري انما يکون جزاءه من الله الکريم ان يدخله بفضله العميم جنات النعيم ولازال اهل الاسلام يحتلفون بشهرمولده عليه الصلاة والسلام ويعملون ا� �ولائم ويتصدقون في لياليه بانواع الصدقات ويظهرون السرور ويزيدون في المبرات ويعتنون بقرائة مولده الکريم ويظهرعليهم من برکاته کل فضل عميم ومما جُرِّب من خواصه انه امان في ذالک العام وبشری عاجلة بنيل ا� �بغية فرحم الله امرء اتخذ ليالي شهر مولده المبارکة اعيادًا. قدرمنووروڼو داسلام دپيغمبر دميلاددلم انځني دشرعي حکم په ارتباط مي دمعتمدوکتابو په حواله داسلام اوداهل السنت والجماعت دنامتوعلماؤ قولونه درته ذکرکړل چي له ټولو څخه مثبته نتيجه ترلاسه کيږي اووهغه چاته چي دحق تلاش کوي اودحق منونکي وي اودس� �يم عقل خاوند وي په ډير کافي ډو ل ذکرسوي تفصيل قناعت ورکونکئ دئ ددي سلسلي په اخرکښي زه عاجزهم غواړم چي خپل نظرومسلمانانوته ديوڅوجملوپه ضمن کښي تقديم کړم .اوله جمله داده چي داسلام دپيغمبر دميلادلمانځنه چي په دغه مروج ډول داسلام په ابتدائې درو قرنو کښي نه کيدله اوبيا دعالم اسلام په ټولو اطرافواواکنافوکښي پيل سوه نود پوښتني ځائ بايد داخبره وي چي داسلام په اولو دروقرنوکښي ولي دغه عظيم الشانه عمل نه ترسره کيدي ددي دپاره بايديو عذر اوعلت پيداسي اوله کومه وخته چي دغه عمل مسلمانانورواج کړيدئ ځماپه فکر دادسوال اودپوښتني ځائ نه دئ ځکه داسلام دپيغمبر دميلا ددلمانځني په عظمت کښي که صحيح فکروکړل سي اوسياسي اواجتماعي داخلي اوخارجي ديني اواخروي ګټي یې وڅيړلي سي نوبي اختياره دهرمسلمان وجدان اوعقل اوعلم پردي باندي حکم کوي چي مسلمانان ضروربايد دغه عمل هرکال دربيع الاول په مياشت کښي په ډيرجوش اوخروش سره ترسره کوي خو البته په دي شرط چي شرعي مقررات به په نظر کئ نيسي .دوهمه جمله داده چي دري پيړي مخکي انګريزانو ځني جاسوسان واسلامي هيوادوته دپاره دفتني اوفساداچولوپه منځ کښي دمسلمانانو وليږل چي دهغو جاسوسانو څخه يو جاسوس هم فرياهمفري نوميده دغه جاسوس چي کله دجاسوسي دوري پوره کړي بيایې يوکتاب جوړکړ چي هغه کتا ب یې هم دهمفرپه نامه ياديږي اواوس هم دغه کتاب په مختلفوهيوادوکښي په مختلفوژبوکښي وجود لري په دغه کتاب کښي ده هغه ټولي وظيفي ذکرکړيدي کومي چي دانګريزانو دحکمرانانو لخواودته سپارلي سوي وي اودارنګه یې هغه ټول اجراات په دغه کتاب کښي ذکرکړيدي کوم چي په اسلامي ملکوکښي ده د انګريزحکمرانانوددستورمطابق ترسره کړي وو ده په دي کتاب کښي ذکرکړيدي چي يوه وظيفه ماته داراکړه سويوه چي ته به په اسلامي هيوادوکښي کوښښ کوي چي دمسلم انانوتعلق داسلام د پيغمبرله اولادي څخه پري کړي ځکه چي دپيغمبرپه اولاد کښي هرڅوک چي مسلمانان یې ويني نوومسلمانانوته داسلام پيغمبر اودهغه حالات ورپيادوي. ددغه جاسوس په دغه خبره کښي که فکروکړ سی نوداخبره به وهرمسلمان ته په ډاګه سي چي داسلام دپيغمبر دميلاد لمانځنه به پرکافرانوباندي په څونه لوړه کچه دغم اوددرد اثراچوي اونه لمانځل بي دکفارو څونه غټ اومهم مطلوب وي .دريمه جمله داده چي داحاديثو په ټولومعتبرکتابوکښي دغه روايت مذکوردئ چي يوه يهودي وحضرت عمر رضی الله عنه ته وويل چي که دغه ايت چي (اليوم اکملت...الی اخرها )پرموږ يهودونازل سوئ وائ نو موږ به هغه ورځ داختر ورځ ګرځولي وائ حضرت عمرورته وفرمايل چي ددغه ايت دنزول ورځ زموږ ددوواختروورځ ده ځکه چي دغه ايت دجمعي په ورځ نازل سويدئ چي په اسلام کښي يوه ستره مقدسه ورځ ده اوبل دعرفي په ورځ نازل سويدئ چي په سلام کښي له ډيرومقدسوورځوڅخه يوه بله ورځ ده ،که دحضرت عمرپه دغه کلام کښي غوروکړل سي نووهرسړي ته داخبره څرګنديږي چي په مسلمانانوباندي چي په کومه ورځ کښي يوستر الهي انعام سويوي نوهغه ورځ داختردورځي په شان بايدوګڼي، نوچي ددغه مبارک ايت دنزول ورځ ددي مستحقه سوه چي داختر دورځي په شان وبلله سی نوداسلام دپيغمبر صلی الله عليه وسلم دولادت ورځ به چي مبدأاوپيل پرعالم بشريت باندي دټولودنيوی اوديني اواخروي ستروسترو نعمتوده څنګه په دي سره حقداره نه وي چي ولمانځله سي اوديوستراخترپه شان وګڼله سي . څلورمه جمله داده چي که څوک په دي قول دخدائ پاک کښي چي (ويتبع غيرسبيل المؤمنين) چي دسورة النساء ۱۱۵ايت دئ صحيح فکروکړي اودارنګه داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم په دغوم بارکوحديثوکښي په شرط دلياقت اوپه شرط دعدم دتعصب تأمل اوتدبروکړي نوداسلام ديپيغمبر دميلاد دلمانځني دمش� �وعيت په باب به هيڅ شک اوشبهه ورته پاته نشي ، اوداخبره به هم ورته ثابته شي چي دميلادالنبي عليه الصلاة واسلام لمانځنه په اسلام کښی په هیڅ معنی دبدعت کارنه دئ، بلکي داسلامی اصولوله مخی په شرعي دلائلوسره ثابت سوي عمل دئ حدیثونه دادي ،(۱)قال النبي صلی الله عليه وسلم ( ان الله لايجمع امتي علي ضلالة) رواه الترم� �ی . کتاب الفتن باب لزوم الجماعة.(۲) مارأه المسلمون حسناً فهو عندالله حسن ...) رواه الحاکم في المستدرک ج۳ص۸۷ .(۳) من سن في الاسلام سنة حسنةً فله اجرها واجرمن عمل بها ...) رواه مسلم في کتاب الزکاة باب الحث علی ا� �صدقة .محترمومسلمانانو!دا اخيردهغه څه دئ چي داسلام دپيغمبر دميلادپه مناسبت می وتاسي محترموته ت� �ديم کړل له الله جل جلا له څخه یې دکامل ا جر اميدواريم. ومن الله التوفيق."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لنډه کیسه", "output": "سحر ماښام به يې زمونږ په حجره كې پښې غزولي وي ډير بلد وو او له مونږ سره يې دومره مينه درلوده ته به وا چې داد كورنى غړى دى،بل ميلما ته به يې له مونږ وړاندې په ټټر لاسونه ايښي وو او زر به يې بلښتونه ور دوه كړل.د ډوډ ۍ په مهال به لاسونو ته اوبه اچول او دسترحوان ټولول خو يې خپل خق باله آن كله ك� �ه به يې زمونږ د كورنۍ ځني شوخ ماشومان هم په ځپړو او لغتو تير كړل،لكه زمونږ بابا به يې خپل نصيحت ته ودرو� �.كاكا او مشر ورور (ورك) به چې د ده دا چارې وليدې په جان ګل به يې نوره غصه هم زياته كړه چې هغه د پرد ى مور ځوى دى هر څه ته يې فكر وي خو ته ايله د ځان په جوړولو پوهيږي او بس،پكى د ورك شه!!راتلونكي جمعې ته چې حليفه سخي � �اشي دا پكى به پري لنډ كړې كنه پدې ګوتو يې درنه شوكوم.جان ګل بې لد چې سر يې ښكته كړي نور به يې څه كړي وا� �.سيدا خان چې ځان د كورنۍ نيږدي غړى باله جان ګل ته به يې د كاكا او ورك خبرى غبرګې كړې او په اوږد نصيحت به يې پيل وكړ.د جمعې په ورځ به معمولا په كور كې وم او يا به له خپلې كورنى سره د ثپات او ملې لپاره كوم ځايې ته ت� �و،خو دا جمعه په كور كې وم په ډوډ ۍ سره ناست وو چې كاكا مخ راواړه وه.په ډيره مينه ناكه لهجه يې راته وه ويل، بچيه!سيدا خان خو پيژنى چې له مونږ سره ډيره مينه كوي او لكه د كور غړۍ داسې دى كه ريښتيا راباندي وو وايې دا زم ونږ ځينو هلكانو نه يې زمونږ په كور ډير زړه سوزي.په دفتر كې يې درسره ولګوه لكه پدي كور يې چې پام د ۍ هلته به هم درسره مرسته كوي،دا كار به خامخه كوې هير د نشي او بانې د هم نه منم ځكه چې نوى كال هم په پيل كيدو د ۍ پداسې ورځو كې په ډيرو دفترونو كې دندې پيدا كيږي.څو ورځې وروستو مې له سيدا خان نه څلور عكسونه او تذكره وغوښته او د خپلې كمپنۍ مشر ته مې د سيدا خان په سر بر حده لاپې ووهلې او دلوي استعداد څښـتن مې پې قبول كړ.ددفتر مشر ضمانت رانه داخيل واخيسته چې كه چيرې سيدا خان په خپلو چارو كې صادق نه وو او يا ددفتر د كاركونكو لحوا پرې كومې نيوكې كيدې نو ته او ديې دواړه به بې چون او چارې له فتره ترك وظيفه وى.خبره مې دستې ورسره ومنله او په څو ورقو مې ورته لاس� �يك وكړ.سيدا خان ته يې هم چې څنګه د لاس ليك وه ويل كركر شو څو پاڼي يې په انګليسي باندې لاس ليك كړې.د دفتر م شر قرار داد وركړ،او په ډيره مينه يې له دفتره راووتو،سيدا خان په لاره تله قرار داد يې م لوسته او له مانه به يې هم شيبه په شيبه مننې كولې،خو چې څنګه زما دفتر ته ننوتو بيايې په لوړ غږ سره مباركي راكړه او غيږ يې رانه تاو كړه ،په ډيره ميړانه لهجه يې راته وه ويل سكرتر د شومه هيڅ مه راځه ټولې چارې د زه كومه.ما هم ترې مننه وكړه او د ده ډالري تنخوا مو په خپلو وطني پيسو واړه وله،څو شيبي وروستو يې په مسكى او غرور سره وه ويل دڅو مياشتو په تنخوا مې كور هم جوړه ولۍ شم او موټر هم پې اخيستۍ شمه. ما هم مباركي ورته وه ويله او دامې هم وراضافه كړه چې زمومږ كاكا او خپل دركړي انسانيت ته دوعا كوه كنه ته او دا كارونه ګمان مې نه كاوه.سيدا خان هم د هو سر وخوزاوه او زما كاكا ته يې لدې ځايه لاسونه په ټټر كړل.بيګا ته هم له وړاندې د كاكا په څنګ كې ناست وو ډير خوښ ښكاريده،زما په هكاله يې خبري كولې،دومره مې تي واوريدل چې ډير ښه سړۍ دى لوړ تعليم او ښه سواد لري خو د حولي پلو چې ما وليده ډير سست دى.كاكا جانه كه زه خو درته بلند شوم بيامې ګوره چې څنګه چارې كوم.ماهم ځان په نا پوهى واچوه لكه دده خبري مې چې نه وي اوريدلې،چې ور ورسيدم ډير په احترام پاڅيده،د مننې تر څنګ مې د كيناستو ورته وه ويل.كاكا مې هم رانه مننه وكړه او د ده د انسانيت خبرې يې پيل كړې.كاكا ته مې ډير په ادبي لهجه وه ويل چې سيدا خان د هم دا خبره واوري چې هر څه له خپله لاسه كيږي.څه به د سر خوږم لا مو په دفتر كې څو مياشتې نه وې وتلې چې د دفتر مشر وروغوښتم،په ډيره ترخه ژبه يې راته وه ويل چې ته له مراجعينو سره ښه چلند نه كوې،په چلند كې د تغير راوله سرمايه داري نظام دى د كمپنى پراخوالى بايد ډير زر وشي.خپل كسان درنه خفه دي كه ستړى وى او يا دنده خوند نه دركوي نوبيا… دفتر ته اوس تلايې شي خونيمګړتياو ته د پام كوه.دفترته چې راغلم سيدا خان ډيرې سختې سختې لوړې كوي چې زه نه يم خبر.هيڅ مې ونه ويل.ماښام بيا له ما وړاندې كاكا جان سره ناست دى لګيادى ورته وايې چې پدې پنځو شپږو مياشتو كې والله كه لايه شوى وم چې ستا پوښتنه مې كړي وه،كارونه بيخي ډير دي.دجمعې په ورځ د كور كارونه كوم او اوس له مايوسۍ وتلى يم ژوند خو مې اوس جوړشو نور به هم الله خيركړي. پدې دنيا كې به له چلاكى كار اخلې او كاكا!كيداى شي چې پدي څو ورځو كې مې رتبه هم لوړه شي.سيدا خان همداسې په سور كې راغلى دى ،ټوخۍ مې وكړځان مې پې وليده او سلام مې واچوه.كاكا ته مې وه ويل:سيدا خان خود په خير سره چې ايله نن وبريښده،لكه چې ويې ګټله كه څهِ! سيدا خان هم وښوريده او بالښت ته يې تكيه وكړه.كاكا ته مې د كمپنۍ دمشر خبره وكړه چې له ما د كارونو په هكله راځي ندۍ او دا خبري پدي وروستيو كې دكمپنى مشر راته كوي،نه پوهيږم چې دا خبري چا په خوله كې وركړي دي.داد خبري په اوريدو سره د سيدا خان رنګ بل خيل شو،اوپه الپاتو يې پيل وكړ.كه هر څومره يې ځان سپيناوه ونشوه.په همدې شيبه مې د موټر غږ تر غوږ شو او زمونږ دكور خواته ودريده .ددفتر يو تن م امو وه ويل چې د دفتر مشر په خقيقت رسيدلى دى .دسيدا خان كور ته ورغلى وم خو د دروازي نه چا راته وه ويل چې ستاسو كره دى.دا پاڼه وكړۍ.پاڼه مې چې يو څه ولوسته څرګنده شوه چې د سيدا خان لپاره په دفتر كې نور ځاي نشته.سيدا خان ته مې مخ ورواړه وه،ورته مې وه ويل چې هر څه له خپله لاسه د مكارۍ او چلاكۍ عمر كم وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان دولت : د سیمیزي راډیو سوځل په کلکه غندو", "output": "دافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزا� �ت د یوې اعلاميې په خپرولو سره خواشیني ښوولې ده ، او دا کار یې د سولې ،علم او فرهنګ ددښمنانو کار بللی دی . دغه راډیو چي د یوالي ږغ په نامه یادیدله تیره شپه نامعلومو کسانو د وردګو ولایت د سیداباد په ولسوالي کي سوځلې ده داطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه عمل په کلکه غندلو تر څنګ د سيمې له اوسېدونکو څخه غوښتنه کړي چې د وطن د دښمنانو پر وړاندې په کلکه ودريږي چې تر څوددوی علمي او فرهنګي شتمنۍ نورې لوټ او تالان نه شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بغداد په چاودنه کې دوه تنه مړه او ٥ تنه ټپيان شوي.", "output": "په هغه موټر بم چاودنه کې چې د عراق په پلامينه بغداد کې شوې ٢ تنه مړه او ٥ تنه ټپيان شوي دي .چاودنه په امنيتي شنه سيمه کې چيرته چې يو شمير سفارتونه پراته دي د پوليسو يو امنيتي پو ستې ته نيږدې رامينځ ته شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغان یم", "output": "زه څوک دکوم ملیت دکوم زبان یمه زه؟بس دومره درته وایم چه افغان یمه زهپښتون دی که تاجک که هزاره ددی وطنازبک نورستان که پشه ای دی یا ترکمنددی خاوری بچیان دی سره یو مو دی مدفنتاریخ یم جوړونکی د زمان یمه زهبس دومره درته وایم چه افغان یمه زه دښمن مو په نفاق کی یو تر بله بیلویپه رنګ رنګ دسیسوموپه خپل مینځ کی جنګویپه حیله او نیرنګ مو په قومو جلا کویاوس پوه زه د دښمن په بد ګمان یمه زهبس دومر درته وایم چه افغان یمه زه د توری په میدان کی هردښمن پدی پوهیږیافغان باندی په زور او زیاتی کله کلی کیږیخصلت مودمیړانی دی په دی هرڅوک پوهیږیپه عزم، اراده کی با ایمان یمه زهبس دومره درته وایم چه افغان یمه زه راځی ای خوږو ورونو چه وطن سره اباد کړوپه پوهه هوښیاری باندی دا خپل غلیم برباد کړوپیشرفت او ترقی ته افغانی عزم بنیاد کړوبیا سولی ورورولی ته ارمغان یمه زهبس دومره درته وایم چه افغان یمه زه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چین: دوګوني سریښ ماشومان وزیږیدل", "output": "اسحاقزۍ د چین په هونان ایالت کې په یوه کو� �نۍ کې دوه ګوني ماشومان زیږیدلي چې د ټټر یا سینې له برخې سره سریښ دي . ډاکټران وایې چې دغه دوه هلکان د مارچ په � �پاړسمه وزیږیدل او روغتیایې حالت یې تر اوسه سم دی. د دغو دوو ماشومانو ځیګر، د تنفسي سیستم غړي سره یو دي او د دواړو ټولیز وزن پینځه کیلوګرامه ښودل شوی دی.ډاکټران هڅه کوي چې د دې اونۍ تر پاې پوري دغه دوه ماشومان د جراحۍ د عملیاتو په مټ سره بیل کړي خو دا کار دمګړۍ ډیر ستونزمن ښکاري. د هغه روغتون پروفیسور چې دغه ماشومان پکې بست� �ي دي ویلي چې که چیرته جراحي عملیات تر سره شي نو اتیا فیصده امکان شته چې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوب، هنري ټوټه......", "output": "پسرلى و، ونو نوې پاڼې زېږولې وې، ګلونه هم مخ په غوړېدو وو، غوټۍ موسكۍ وې، سړې هوا د ونو پاڼې ورو_وروښورولې . زه او هغه په شنه چمن كې لاس په لاس ګرځېدو، او د پسرلې ښكلې هوا راته ژوند راكاوه. كله چې به هوا ګلونه وښورول او په پاڼو كې به پټ شول نو ما داسې احساسول چې ګ� �ونه د هغې له ښكلا نه شرمېږي او مخونه په پاڼو كې پټوي، هغه د ګلونو په منځ كې داسې ښكارېده لكه د څوارلسم سپوږمۍ چې د ستورو په منځ كې په شنه اسمان كې منډې وهي.زما زړه درزېده، خوښۍ او ويرې دواړو په سر اخيستى وم، ځكه غوښتل مې چې نن ورته د خپل زړه خبره وكړم او خبره يې كړم چې هغه زما په زړه كې څومره ځاى لري او بېله هغې زما لپاره ژوند يو ناچلنده سكه ده.زه ور نژدې شوم، د هغې خوشبويي مې احساس كړه، ګرمه ساه يې زما په مخ ولګېده، د خپل زړه د� �زا مې خپله واورېده، د يوې شېبې لپاره ځان راته يو بې تاجه پاچا ښكاره شو، چې د نړۍ ټولې خزانې يې په لاس كې وي خو دا وېره هم ورسره وې چې دا به يې همدا اوس له لاسه وزي.ما خوله دې ته جوړول چې ...ناڅاپه له كټه لاندې ولوېدم، شا او خوا مې وكتل هيڅوك نه و، زړه مې درد وكړ ما په هغې پسې كتل، هغه چېرې ده هغه نه وه...پوه شوم چې دا هسې يو تش خوب و، داسې يو خوب و چې خداى خبر كله به رشتيا شي.او كه كله هم نه؟؟؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کاڼي", "output": "لمن يي ډکه وي له کاڼوهلکان پري ولي ليلا دبام په سر ولاړه شنه طوطيان پري وليکله دقهره تکه سره شي کله وخنديږي پټه په وره کي ده ولاړه ملنګان پري وليدجينکوپه منځ کي غلي غلي وخنديږي چي کله ياد اخپل جانان کړي ماشومان پري وليپه ورځ کي څوواره ديارلپاره بام ته خيژي کاڼي په لاس کي مورته وايي چي چرګان پري وليسهاروختي دکلي واړه ماشومان رټول کړي شګي لمن کي ورکړي ښک� �ي پتنګان پري وليکله دکلي ماشومانوباندي خولي لګويلينده رواخلي بياخپل باغ کي بوراګان پري وليوايي نسيم ليوال راتلوته څه پلمه جوړه کړم ګودرکي ناسته وي بنکړي مات کړي ماهيان پري ولي 2008/12/18دجمعي شپه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ویانا کی د خپلواکۍ نوییمه کالیزه ونمانځل شو", "output": "دافغانانو دانتګراسيون او کلتور ټولنهGesellschaft für Integration und Kultur der Afghanen in Österreich (G I K A) په اتریش کی د افغانانو د انتګراسیون او کلتور ټولنه ( ګیکا) لخوا د هیواد د خپلواکۍ نوییم کالیزه د اګست د میاشتی په ۲۲ مه د شنبی د ورځۍ د ماسپښین په دوه و بجو د ویانا د ښار د نهمی ناحیی د جشنونو په صالون کی د یو زیات شمیرمیشتو افغانانو په ګډون ونمانځل شو . په غونډی کی لمړۍ د ګیکا د ټولنۍ مشر محترم ډاکتر ملیار د هیواد د خپلواکۍ په باره کی هراړخیز وینا وکړه محترم ملیار د خپل وینا کی په یوی برخی کی زیاته کړه : سږکال د هیواد د خپلواکۍ نوییم کالیزه زموږ په هیواد کی پداسۍ شرایطو کی نمانځل کیږي چی په هیواد کی جنګ فقر او بیوزلي خپل اوج ته رسیدلی او هره ورځ په لسګونه د هیواد ځوانان د بیکارۍ او فقر له لاسه نورو هیوادونو ته کډه کوي . ورپسی د غونډی څو تنو برخه والو هریو په خپل وار د هیواد د خپلواکی په اړه خپلی لیکنې او شعرونه ولوستل، غونډه د مازیګر د څلورو بجو په شا وخوا ه کې د ملي اتن سره پای ته ورسیده .پدی پرتمین ملی جشن کی د ویانا د ښار او شاوخوا د سیمو یو شمیر میشتو افغانانو ګډون کړۍ وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبېنوا کليزه", "output": "په تېريو کال کې بينوا نوي ملګري پيدا کړل ، نوي موضوعات يې خپاره کړل او هره ورځ يې نوي خب� �ونه دپاڼې دمينه والو مخې ته کېښودل – په جادوګر غږونو کې يې دډېرو شاعرانوخوندور کلامونه دموسيقۍ سره نور هم ښايسته کړل يو کال بل هم تېر شو او بينوا ويب پاڼې دغه کال هم په برۍ تير کړلو ،په تې� �يو کال کې بينوا نوي ملګري پيدا کړل ، نوي موضوعات يې خپاره کړل او هره ورځ يې نوي خبرونه دپاڼې دمينه والو مخې ته کېښودل – په جادوګر غږونو کې يې دډېرو شاعرانوخوندور کلامونه دموسيقۍ سره نور هم ښايسته کړل او دسندرو يو غور چاڼ يې هم لوستونکيو ته وړاندې کړ ددې باوجود هم که دوى ځان بېنوا بلي نو دا ددوى خاکساري ده کنه والله چې دوى په هر څه شته من دي .دبېنوا د خبرونو د ښه والي يوه بيلګه داده چې اوس ديو خبري اژانس په څير د ورځپاڼو پر مخ ددوى خبرونه دبينوا په لوګو (نوم) سره خپريږي . دلته دپېښور نه خپريدونکې وحدت ورځ پاڼه هره ورځ د بينوا خبرونه د بينوا په نامه خپروي .زه باور لرم چې د بينوا راروان کال به له دې نه هم بريمن وي ځکه چې ترشا يې د ډېرو ښو ځوانانو لاس دى ، زه هغو شا زلميو او ننګياليو پيغلو ته هم داد ورکوم چې د بينوا پاڼه په خپلو ليکنو ښايسته ساتي . دبينوا دکاميابۍ ديو بل پرتمين پړاو په هيله . نجيب عامر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بګړۍ چاپ شوه", "output": "له هلمند څخه د خپرېدونكي بګړۍ مجلې نوې ګڼه(دويم كال، لومړۍ ګڼه (زمرى، وږى) 1384ل كال) له چاپه راووته . بګړۍ چي په هلمند كي د بست فرهنګي ټولني خپلواكه، ناپېيلې درې مياشتنۍ خپرونه ده، د رنګه پښتۍپه لرلو سره، په 88 مخونو كي په زړه پوري او ګټور مطالب خپاره كړي، چي چاپچاري يې په كوټه كي د صحاف نشراتي مؤسسې له خوا تر سره شوي دي . بګړۍ دا ځل په لاندنيو مضامينو ښكلې شوېده: عشق يا مينه ښكلى خو وژونكى د ښځي حيثيت او مقام په اسلام كي هلمند د تاريخ په اوږدو كي په افغانستان كي د اوبو عصري بندونه پاڼيڼي (اښټ ادهايي) او په هغه كي د پښتو كلمې په افغانستان كي د ايف ايم راديوګانو تود بازار او داسي نور. . . له بګړۍ سره په لاندنيو پتو اړيكي ټينګ كړئ: د تليفون شمېره: 009379176632 برېښناليك: rohani222@parsimail.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "چادي", "output": "پر يو خره يوه چادي وه څه بار كړييوه لور ته يي غنم بل ته ډبريد بار تول يې په ډبرو و سم كړىتر درانه بار لاندي خر و، خورا ستړىد خره خوار تر هر ويښته، خولې بهانديپه كړاو به ئې ګام اخيسته د وړاندييو هوښيار سړئ پر پيښ سو وې اې وروره!خر دي مري د دې درانه وري له زورهسپېرې ګټي ارتوه د بارتول كم كړهد انډيو تول په سرو غنمو سم كړهپه دې توګه به دي خر غريب هوسا سينيمايي ددې وري به يې په شا سيچادي وكړ د هوښيار په خوله عملچي خر سپك سو، د مزله لور تې غستللږ چي وړاندي پر مخ ولاړ، دغه پوښتنهپه مغزو كي چادي وګرزېدلهبابا ته چي دومره پوه دومره هوښيار يېد قام خان يې، لك پتي يې كه سردار يي؟هوښيار وې: خوارۍ، اړۍ سختي تنګسې ديد خواږه ژوند ورځي شپې خورا ترخې ديد سهار چي كړم پيدا، ماښام نهار يمزه نه خان يم، نه بډاي يم، نه سردار يمچي چادي دا واورېده، خر يې ايسار كړپه ډبرو يې بيا دروند د خره خوار بار كړوې چي ستا نه بډايي نه سرداري ستهڅه په كار ده، كه دي پوهه هوښياري ستهكه ته ښه واى، تا به خپل ژوند وو ښه كړىته به نه واى په ژوند هسي ستومان ستړىزه د داسي بې روزيو پر منډ نه ځمپه اوبو به يې اور نه وژنم كه سوځم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي يو ځل بيا پر خپلو مخالفينو دپخلا کيدو ږغ وکړ", "output": "احمد لودين منتخب اولس مشر حامد کرزي نن دلوي اختر دلمانځه دادايني په مراسمو کي يو ځل بيا په خپلو خبرو کي د دولت پر وسلوالو مخالفينو ږغ وکړ چي سولي ته راسي او د ملي پخلايني د بهير سره يو ځاي شي حامد کرزي د لوى اختر لمونځ د ارګ په جومات کې د کابينې او ملي شورا له يو شمېر غړيو ، جهادي شخصيتونو او لسګونو نورو قومي مشرانو او مخورو سره يوځاى ادا کړ. ولسمشرکرزي د لمانځه له اداء کولو وروسته ټولو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د لوى اختر مبارکي وويله .هغه په خپلو خبرو کې د دولت په ټولو افغان مخالفينو غږ وکړ، چې په هېواد کې د سولې له بهير سره يوځاى او د بيارغونې په برخه کې دې په بشپړه توګه ونډه واخلي .کرزي زياته کړه : (( د دې نيکې ورځې په مناسبت يوځل بيا خپلو ټولو افغانانو وروڼو حزب اسلامي ، طالبان او هغه وروڼه ، چې له هېواد څخه لرې دي او د خپلې خاورې پر وړاندې کاڼې پلاس ولاړ دي، غواړم چې د خپل هېواد د سوکالۍ ،ابادۍ او پرمختګ لپاره راشي، ترڅو لاس په لاس کار وکړو.)) ولسمشرکرزي په داسې حال کې د دولت مخالفينو ( وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي ) ته د پخلاينې بلنه ورکړې ، چې دوه ورځې مخکې د وسلوالو طالبانو مشر ملامحمد عمر د لوى اختر د ورځې په مناسبت د خپل يوه پيغام له لارې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې له افغان دولت سره هر ډول خبرې اترې رد کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د المپيک مشعل لندن ته ورسيد", "output": "د آلمپيک د نړيوالو سياليو مشعل په داسي حال کې لندن ته رسيدلی چې هلته د چين ضد لاريونونه روان ول . د 2008 کال د المپيک د نړيوالو سياليو مشعل تيره ورځ د انگلستان � �ندن ښار ته ورسيد .خبريالان واېې چې لندن ته د مشعل په رسيدو تبيتي بيلتون غوښتونکو يو ځل بيا د چين پر ضد لاريونونه وکړل . په تبيت کې ورستيو لانجو د بيجينگ د المپيک په نړيوالو سياليو خپل منفي سيوری غوړولی .د بشر د حقونو مدافع ډلو د تبيتي بيلتون غوښتونکو پر وړاندي د چين دولت وروستي اقدامات محکوم کړي دي .د مهال ويش له مخې به د المپيک مشعل د سياليو له پيل څخه دمخه د نړۍ د نورو سيمو سربيره د چين هيواد له 21 لويو ښا� �ونو او 30 ولايتونو هم تير کړای شي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي شورا لومړۍ ناسته وکړه.", "output": "ملي سرود وغږول شو او بیا دزده کونکو له لورې یوه ترانه وویل شوه. ورپسې دملي شورا دلنډمهالې دارالنشاء مشر عزیز لودین دملي شورا غړیو ته مبارکي ورکړه او دملي شورا موقت ریس قاضي امان الله یې غونډې ته وروپیژانده. درحيم ګل څاروان راپور او د AP انځورونه نن دوشنبه په لسو بجو دافغانستان نوې ملي شورا دواړو څانگو یعنی ولسي جرگې او مشرانو جرگې په گډه لومړۍ ناسته وکړه. غونډه دقاري صیب برکت الله سلیم له خوا دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه. ملي سرود وغږول شو او بیا دزده کونکو له لورې یوه ترانه وویل شوه. ورپسې دملي شورا دلنډمهالې دارالنشاء مشر عزیز لودین دملي شورا غړیو ته مبارکي ورکړه او دملي شورا موقت ریس قاضي امان الله یې غونډې ته وروپیژانده. ورپسې پخواني پاچا ظاهر شاه لنډه وینا واوروله او دملي شورا دجوړیدو په اړه یې برخوالو ته مبارکي وویله. ورپسې ولسمشر کرزي دملي شورا غړیو ته سوگند په دواړو ژبو پښتو او دري ورکړ او وینا یې واوروله. ښاغلي کرزي په وینا کې دده دحکومت لاس ته راوړنې په گوته کړې او دهیواد ددرېيمې قوې دجوړیدو په اړه یی افغانانو او دملي شورا غړیو ته مبارکي وویله. ښاغلي کرزي له لنډمهالې ادارې نیولې او دملي شورا تر جوړیدو ددولت پر ټولو لاس ته راوړنو پوره یو ساعت وغږېد. له افغانستان سره دمرستندویو هیوادونو له مرستو مننه وکړه او له ځینو هیوادونو سره دهمکارۍ دتړونونو یادونه وکړه. ښاغلي کرزی په هغه څه هم وغږېد کوم چې دده په وینا دولت پکې پاتې راغلی له تروریزم سره جگړه او دکوکنارو دکرکیلې په پوره ډول دنه لمنځه وړل یې پر گوته کړل. دخپلې وینا په پای کې ښاغلي کرزي په ژړغوني اواز دپارلمان استازو ته دهیواد پر ناخوالو وغږېد کومې چې دجنگ په کلونو کې پرې تیرې شوي، چې دپارلمان دډېرو استازو له سترگو یې اوښکې وبهولې. ددغې په پای کې دمشرانو جرگې غړي او پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي دعا وکړه او دافغانستان سوکالي يې وغوښته. دملي شورا موقت ریس دنن ورځې غونډه ختمه وگڼله او دسبا ورځې دغونډې پیل یی په نهو بجو اعلان کړ. په دغې غونډې کې دامریکې دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډیک چیني هم برخه لرله. د يادوني وړ ده چي د ولسي جرګې په لومړنۍ غونډه کي دملي سرود د جميعت او نظار شورا پخوانۍ ترانه وږغول شوه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هېواد کې د ودانيزو پروژو د پيل په اړه د کليو د پراختيا..........", "output": "د روان کال په دريوو � �ومړيو مياشتو کې د هيواد د څلور ديرشو ولايتونو په درې زره درې سوه اوه پنځوس کليو کې د درې مليارده او پنځه سوه پنځه پنځوس ميلونو افغانيو په ارزښت درې زره پنځه سوه نهه اتيا زره ټولګتو پروژو کار پيل شوى. د کليو د پراختيا او بيارغونې وزير د دغه ټکي په څرګندولو سره وويل: دغه وزارت د روان کال په بهير کې څه د پاسه ١٨ سلنه بوديجه د هيواد په بېلابېلو سميو کې د ټولګټو پروژو په جوړولو لګولې ده. د کليو د پراختيا وزارت چارواکي وايي: يادې شوې پروژې چې د هيواد د ٣٤ولايتونو په ٣٣٥٧ کليو کې تر سره کېږي د يو شمېر ټولنېزو او فرهنګي پروژو سربېره نورې پروژې � �که د پاکو اوبو د شبکو جوړول، دسرکونو جوړول او کرېړاچول، د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو د ودانيو او د ب� �ېښنا د بندونو جوړول او يو شمېر نورې ټولګټې پروژې شاملې دي. د کليو د پراختيا وزير وايي له نوموړو پروژو څخه به چې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې يې دکار چارې پيلېږي کابو١٧٤٤٩ کسانو ته د ٦ مياشتو لپاره د کار زمينه برابره شي او ددغو سيمو يو ميلون او ٢٠٠ زره اوسېدونکي به ترې ګټه پورته کړي. دى وايي د کليو د پراختيا وزارت د سږکال کلنۍ بوديجه ٢٨ ميليارده او ٥٣٣ ميلونه افغانۍ ده چې له هغه څخه د روان کال تر درېمې مياشتې د دغو پروژو کابو ١٨ په س� �وکې دملي پيوستون او نورو پروژو لخوا د ټولګتو پروژو په جوړولو لګول شوې ده. د کليو د پراختيا وزير وايي له دغو پروژوڅخه به زياتره پروژې په هغه ولايتونو کې تر سره شي چې هلته امنيتي ستونزې نه وي تر څو ژر بشپړې او ګتې اخيستنې ته وسپارل شي. د نوموړي وزارت چارواکي وايي تر اوسه په ټول هيواد کې د ملي پيوستون او نوروپروګرامونو لخوا کابو ٤٨ زره ټولګتې پروژې ګتې اخيستنې ته چمتو شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ذبیح الله مجاهد: په کنړ او بغلان کې په ولسي افغانانو بمباري شوي", "output": "نتکۍ وسله وال طالبان وایې چې د کنړ او بغلان په ولایتونو کې ناټو ځواکونو په ولسي افغانانو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ولسي افغانان وژل شوی دي. د وسله والو طالبانو یوه نطآق ذبیح الله مجاهد وویل چې تیره ورځ بهرنیو سرتیرو د ماڼوګۍ ولسوالۍ د عمار په سیمه کې پر ملکي افغانانو او طالبانو هوايي برید کړې چې په پایله کې یې دوه طالبان او یو شمیر ولسي خلک وژل شوي دي. نوموړي د بغلان ولایت د بغلان جدید په کوکچنار سیمه کې هم د بهرنیو سرتیرو پر ګزمه د برید پخلی وکړ. مجاهد وویل چې دوه بهرني ټانکونه د طالبانو له لوري په برید کې ویجاړ شوی او پکې سپاره ټول ستیري له مینځه تللي دي. نوموړي ومنله چې بهرنیو سرتیرو په سیمه کې بمباري کړي او دری ولسي افغانان یې وژلي دي. ناټو بیا په یوه بیان کې نن چې د بنیوا ویب پاڼي په خبري ګزمه کې خپور شو ویلي چې په دغه برید کې یې له ۱۲ څخه نیولي بیا تر ۲۰ پوري طالبان وژلي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پاکستان قومي خطرناکه درزونه (هاري)", "output": "د پاکستان قومي خطرناکه درزونه نوټ: محترم سيلگ هاريسن د افغانستان، پاکستان او سيمي په باب څو کتابه ليکي دي. ښاغلى هاريسن د افغانانو سره خاصه مينه لري، او په خپلو ليکنو کي يې تل د هغوى ملاتړ کړى دى. هغه لدې منطقې سره اوږده سابقه لري او يو وخت په سيمه کي د واشنگټن پوست خبريال هم وو. محترم هاريسن پدې مشهوره دى چي د ځينو بين المللي سياسي بح� �انونو په باب مخکنى خبردارى ورکوى. هغه پر افغانستان باندي د شورويانو د تجاوز څخه پوره يوه کال مخکى د هغه ناځوانمردانه تيري خبردارى ورکړى وو. هغه وايي: سي اې ې او اې ايس اې نژدې اړيکي سره لري. د محترم هاريسن همدا مقاله د مې پر ١١ په واشنگټن پوست کي خپره سوې وه. د ښاغلى هاريسن د مقالې اساسي ټکى دا دى چي کېداى سي پښتون نشنلزم او مذهبي افراطيت سر گډ سي. له بده مرغه، دمگړى تر ډېره حده همدا کار سوى دى. حتى ځيني باسواده پښتانه هم کله نا کله د ډېري ناهيلۍ او کمزورتيا له امله د طالبانو له شډل نظامه ملاتړ کوي. زه پدې باور يم که چيري د دغي کړغېرني پروسې مخه ونيول سي، د ټول پښتون قام تباهي حتمي ده. زه باور � �رم چي د طالبانو په وروست حکومت کي د پښتنو لپاره هيڅ خير او گټه نسته. نو بنا،د گردو پښتنو منورينو ايم اني او وجداني وظيفه ده چي د طالبانو او القاعدې له شره ځآن خلاص کړي، او لدې مذهبي بلا سره نېغ په نېغه مبارزه وکي. څرنگه چي د محترم هاريسن مقاله نهايت ژوره او په زړه پوري ده، نو ځکه تر ډېره حده پوري هو به هو ت� �جمه سوه. د ډېرو امريکايانو په خيال په پاکستان کي د طالبانو پر خلاف روان اخ و ډب پر مذهبي افراطيت باندي را څرخي. مگر د پاکستان جنگ د اسلامي افراطيت او قومي تاوتريخوالي يو خطرناک مخلوط دى. همدا جگړه هغه وخت لا خطرناکه سوه چي امريکا پر پاکستان باندي فشار واچوه چي د طالبانو او القاعدې پر ضد پوځي عمليات گړندي کاندي. د دغي جگړې د قومي بعد درک او پېژندلگوي هغه حياتي مسله چي د نهايي بري لپاره حتمي او ضروري ده. دغه راز، د پاکستان د سياسي ثبات لپاره بايد طالبان او القاعده سره جلا سي. د پاکستان پوځ بشپړ له پنجابيانو څخه جوړ دى. بلخوا، طالبان کاملا پښتانه دي. د پېړيو پېړيو راهيسي، د پاکستان او افغانستان پر پولو باندي پرتو پښتنو د مداخله گرو او حاکمو پنجابيانو د دايمي محاصرې پر خلاف مبارزه کړې ده. نو بنا، د جهاديسټانو د ختمولو په غرض پښتني سيمو ته د پنجابي عسکرو لېږل پاکستان د قومي او داخلي جنگ په ډگر بد� �وي. همدا راز، دا عمليات د يوه ازاد پښتونستان د جوړېدو ولولې لا غښتلي کوي. پدې پښتونستان کي به قريب ٤١ ميلونه پښتانه سره راغوڼد سي. همدا وجه وه چي په لمړي سر کي د پاکستان پوځ د طالبانو سره په سوات کي د سولي معامله وکړه، او هم يې د امريکا د هغو فشارونو په وړاندي مقاومت کاوه چي له پاکستاني پوځ څخه يې غوښتل چي د جهاديسټانو پر خلاف بشپړ جنگ اعلان کړي. که څه هم د پاکستان پوځ د طالبانو او پنجابي مذهبي افراطيانو له اتحاد څخه ډارېږي، خو هغوى د پښتنو د استقلال او بېلتون د زياتېدونکي خطر څخه لا زياته بېره لري. په تاريخي لحاظ، د برتانيې تر امپرياليزم پخوا پښتانه په سياسي لحاظ يوموټى وه. پښتون پاچاهان چي د افغانستان م وسسين هم وه، د اوسني پاکستان په شمول پر يوې پراخي ساحې باندي سياسي حاکميت لاره. خو په ١٨٤٧ کي انگريزانو پښتنو ته ماتي ورکړه، او افغانان چي له ډاره لړزېدل په منډه منډه د خېبر په درې ننوتل او هلته د جگو غرونو شاته پټ سول. د پښتنو تر دې څرگندي ماتې وروسته، انگريزانو په وچ زور د ډيورنډ لاين پر هغوى باندي تحميل کړ چي تر نن ورځي پوري افغانستان ندى منلى. د پښتنو نشنلسټانو د اعتراضونو سره سره، انگريزانو همدا فتح سوي م ځکي په ١٩٤٧ کي پنجابي حاکميت ته ورسپارلې. د هغه وخت راهيسي، افغاني حکومتونو د پښتنو پر دغو اشغال سويو سيمو باندي پنجابي حاکميت ته چلنجونه ورکړيدي، وخت نا وخت يې د يوه خود مختاره پښتونستان چغې هم وهلې دي، او يا يې د يوه ازاد پښتونستان او يا د يوه لوى افغانستان چي همدا بايللي سيمي به پکي داخلي وي، نارې هم وهلې دي. د پښتونستان د جوړېدو ډار پاکستان دېته اړ ايست چي د شورويانو د اشغال په دوران کي جهاديسټان او افغان مذهبي گوډاکيان تربيه او وروزي، وروسته همدې پنجابيانو طالبان جوړ او پر شا ټکول. مگر د حيرانتيا خبره دا ده کله چي همدې طالب گوډاگيانو کابل ونيو، د اسلام اباد د فشارونو سره سره يې د ډيورنډ کرښه تاييد نکړه. جمهورريس حامد کرزى هم مقاومت کوي، او همدا کرښه يې يو کرغېړن سرحد بللى دى چي د دوو وړونو تر م ينځ يې د کرکي او بيلتون ديوال جوړ کړي دي. انگريزانو د پښتنو ازادي غوښتونکي اقوام دېته مجبوره کړل چي د انگريزانو حاکميت ومني، مگر په خپلو سيمو کي يې ازادي ورکړه. همدا خود مختاري د پاکستان حکومتونو هم ور س� �ه منلې وه، خو د بش په پېر کي د پاکستان پر جمهورريس پرويز مشرف باندي فشار واچول سو چي په ٢٠٠٢ کي همدې سيمو ته پوځ واستوي. تر اوسه پوري همدې پاليسۍ په لکهاوو پښتانه بېځايه کړي دي، او د امريکايي بې پېلوټو الوتکو په بمبا� �يو کي څه د پاسه ٧٠٠ ملکي پښتانه تلف سوي دي. اوس نو، سوال دا دى چي د اوباما حکومت بايد څه کړي؟ په نظامي لحاظ، متحده ايالات بايد خپلي بمبارۍ ختمي کړي. ځکه همدا ړندې بمبارۍ په پښتنو کي د خارجي قواوو پرخلاف خښم او قهر را پارولى دى. همدې بمباريو القاعدې او نورو جهاديسټانو ته ددې فرصت برابر کړى دى چي د امريکا د م اتولو خوب او خيال په سر کي وروزي. په سياسي لحاظ، د متحده ايالاتو پاليسۍ بايد داسي جوړه سي چي د پښتنو غوښتني منعکسي کړي. مانا دا چي پښتانه د پنجابي حاکميت په مقابل کي غښتلي کړي. د فاتا پښتانه پر خپلي ازادۍ مين دي، او د اسلام اباد حاکميت يې نه خوښېږي. د بين المللي بحران گروپ د مارچ ١٣ رپوټ وايي: د فاتا پښتانه غواړي چي د صوبه سرحد له پښتنو سره يو ځاى سي. متحده ايالات بايد د صوبې سرحد او فاتا د پښتنو د يو ځاى کېدو غوښتني تاييد کړي، او وروسته د بلوچستان او پنجاب پښتني سيمي د پښتونخوا په يوه واحد او يوموټي ايالت کي سره راغونډ کړي، او د هغوى د خود مختارۍ له غوښتنو څخه ملاتړ وکړي. په عين حال کي، د پښتني سيمو لپاره د متحده ايالاتو مالي او بشري مرستي بايد اسلام اباد ته ور نه کړه سي، بلکي بايد له اسلام اباد څخه وغوښتل چي همدا مرستي د صوبي سرحد د حکومت په موافقې او مشورې ووېشل سي. القاعده او خارجي جنگيالي چي مطلق اکث� �يت يې عرب دي، د ځايي طالبانو ملاتړ ته اړتيا لري. القاعده نړيوال ټروريسټي اجنډا لري، خو اکثره طالبان م حلي غوښتني لري. طالبانو متحده ايالاتو ته خطر نه دى مخامخ کړى. نو بنا، متحده ايالات بايد د عوامي ن� �نل پارټۍ د سولي د تجويز ملاتړ وکړي. عوامي نشنل پارټۍ يو سيکولر گوند دى چي غواړي ځايي طالبان او ال� �اعده سره جلا کړي. په بل عبارت، پوځي عمليات بايد يوازي او يوازي نهايي چاره وي. عمومي مفکوره دا ده چي بالاخره به يا پښتون نشنلزم کاميابه کېږي او يا به اسلاميسټان ميدان گټي. مگر په واشنگټن کي د پاکستان د سفير حسين حقاني په وينا د يوه اسلامي پښتونستان د جوړېدو نظريه هم امکان لري. په ٢٠٠٧ کي، په واشنگټن کي د پاکستان پخوانى سفير، محمود علي دوراني، ويلي وو، زه هيلمن يم چي طالبان او پښتون نشنلزم سر گډ نه سي. که چيري دا کار وسي، موږ ختم يو. موږ دې شي ته ډېر ور نژدې سوي يو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "هغه فراق هغه وصال چي� �ته دى هغه شپې ورځې هغه كال چيرته دى زه خو يم بند د روزكار ستونزو كښې� �وق د ديدار د جمال چيرته دى چې تصور پرې د جانان وكړمههغه فكر هغه خيال چيرته دى دي شليدلي دا د رباب تارونههغه نغمه سر او تال چي� �ته دى ويني څاڅي له زړكي نه د رشتينقرار آرام او ښه حال چيرته دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "دې ملت ته مي خاطر ځکه پرېشان دی چي حيرت ته مي تر اوسه لا حيران دی ممتاز کړی ويښ احساس دی له حيوان نه هسي وايي چي په نطق سړی ا نسان دی دمومن د زړه په عرش کي خدای اوسېږي که هر څو ازاد له قيد نه د مکان دی څه علاج به کړم دداسي ټپي زړه زه چي موندلی يې په څړيکو کي درمان دی هر سکون يې ژبغړاند لکه بلبل دی هر انداز يې د انځور غوندي ګويان دی ستا د ياد دباران څاڅکي پرې اوريږيچي ګوهر مي په صدف کي دچشمان دی ښکلي مخ ته په کتو ( حسن ) عادت شو پرېښودل د کوم عادت کله اسان دی د بېنوا ويبپاڼي له خپروشويو توکو د کاپي کولو او بياخپرېدلو څخه ډډه وکړﺉ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وسله والوطالبانو دکندهار په چادونه کې خپل لاس لرل رد کړ", "output": "وسله والوطالبانو دکندهار په چادونه کې خپل لاس لرل رد کړ دوسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي له بینوا وېب پانې سره په ټلفوني خبروکې دکندهار ولایت په درنه خونړۍ چاودنه کې دخپلو جنګیالیو لاس لرل رد کړ، قاري یوسف احمدي په خپلو خبروکې زیاته کړچې ،دوی هېڅکله په یوداسې خونړۍ برید کې چې قربانیان یې ملکي وګړي وي لاس نه شي درلودلای. دغه درنه چاودنه پرون ماښام د روژه ماتي پرمهال دکندهار په ښار کې د سېټا کمپنۍ مخې ته رامنځته شوه ، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې شاوخوا 40 تنه په کې وژل شوي او تر 60 تنو په کې ټپيان شوي وو . سېټا کمپنۍ يوه پاکستاني کمپنۍ ده ، چې ګومان کیږي په دغه پېښه کې به يو شمېر پاکستانيان هم وژل شوي وي.داسې اټکل کيږي چې په يوه ټانکر او يا بار وړونکې لارۍ کې چاودونکي توکي ځای پر ځای شوي وې. د چاودنې له امله شاوخوا دوکانونو او کورونو ته هم درانه زيانونه اوښتي . دکندهار دولایتي شورا مشر احمد ولي کرزي وايي چې دچادونې له امله داوښتې مرګ ژوبلې کچه مخ په زیاتېدو ده، او دوی په دې لټه کې دي چې دچاودنې عاملین وپېژني، تردې وړاندې دورته چاودنو پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخیسته خو داچې په دې درنه چاودنه کې چې دمرګ ژوبلې کچه یې تر حد وتلې زیاته ده څوک یې مسولیت په غاړه نه اخلي. دتېرو څوکلونو په ترڅ کې دا تر ټولو خطرناکه چا ودنه بلل شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "زيانمن شووکورنيو سره د ٥ ميليون افغانيو مرسته", "output": "افغان ولسمشر حامد کرزي کابل ښار کې د غبرګولى د اتمې نيټې د وژل شوو اوزيانمن شوو کسانو د کورنيو سره دټاکلى کميسيون له لارې د ٥ ميليون افغانيو د مرستې لارښونه کړې ده . ددغه خونړۍ پېښې د څيړلوله پاره افغان ولسمشر ٣ کميسيونونه ټاکلى چې په ټاکلو برخو کې تحقيقات او څيړنې کوي . نوموړې پېښې د سر او مال دروند زيان پر ځاى پريښود."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کډوالو د بيرته ستنيدو بهير ته يو کتنه", "output": "دپاکستان ، افغانستان اودکډوالودنړېوالې ادارې دلاسليک شوې معاهدې په اساس د٢٠٠٢م کال څخه د٢٠٠٥ترجولاي پورې 1216587کورنۍ په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي همدارازپېښورکې ددکډوالونړيوالې ادارې پېښور: ننداره دپاکستان ، افغانستان اودکډوالودنړېوالې ادارې دلاسليک شوې معاهدې په اساس د٢٠٠٢م کال څخه د٢٠٠٥ترجولاي پورې 1216587کورنۍ په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي همدارازپېښورکې ددکډوالونړيوالې ادارې چارواکوبينواته وويل (( په ٢٠٠٢کال کې ١٥٦٨٦٤کسان چې ٢٨٢٩٢٧کورنۍ اوپه ٢٠٠٣کال کې ٣٣٨٣٩٠کسان چې٦١٦٣٢کورنۍکيږي اوپه ٢٠٠٤کال کې ٣٨٤٠٣٢کسان چې٦٦٩٧٣کورنۍ کيږي اود٢٠٠٥کال دجولاي ٢٦پورې٢١١٢٣٨کسان له ټول پاکستان نه په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي )) ديواين ايچ سي ارچارواکوپه وينا سږکال دصوبه سرحدنه ١٢٥٩٢٣کډوال دپنجاب نه ٢٣٠٦١کډوال دسندنه ٦٨٣٦کډوال اودبلوچستان نه ٥٥٤١٨کډوال افغانستان ته بيرته ګرځيدلي دي _ په پېښورکې دکډوالودادارې ويانده وجيهه افضل بينواته وويل (( مونږ دهرستنيدونکي افغان کډوال سره ددرېونه نيولې څلوردېرشوډالروپورې مرسته کوو_)) داچې په پاکستان کې سخته ګرمي ده ، په کيمپونودسيندونواوبه ورختلي اودپوليسوله خوادافغانانوپه نيولوکې زيات والى راغلى نو نودپاکستان نه افغانستان ته دکډوالودبيرته ستنېدنې پروسه ګړندۍ شوې ده _ يوه وروستۍ سرشمېرنه ښايي چې لاهم په پاکستان کې درې مليونه افغانان ژوندکوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دځوانمرګ روحاني په وویر", "output": "ای اسمانه! ویر پرویر دي بیا په ویر یوبل ستر پوه دي راڅه واخستی زهیر یوراته وایه پښتانه په څه تقصیر یوزړه دي وچ سه، وچ زړګی دي نه سړیږي . &nbs; p; & nbsp; &nbs; p; & nbsp; &nbs; p; (رشاد صیب ته ویل شوي شعر) دغرمي د ډوډی وخت ؤ، په دفتر کي د ډوډی پرمیز سره راټول ناست ؤ چي د میز په هغه بل سر کښي یو ملګري وویل ((په هلمند د بي بي سي یو خبریال وژل شویدي)) دا خبره چي مي واوریدل زړه مي هغه د چا خبره ولاړ او ډیر خفه شوم، ډوډی راڅخه پاته شوه، ځکه زړه ته � �اتیره شول چي ارومرو روحاني دي، هسي خو هم مونږ پښتنو ته دکار سرونه ندي پاته . خو بیا مي هم زړه دا راته وویل چي نه داسي نشي کیداي، ځکه روحاني خو یو پاک سپیڅلي انسان دي، هغه خو هیچاته هم آزار ندي رسولی، هغه خو دټولني واقعیودمسؤلینو تر غوږو رسول، هغه خو د بیوزلو آواز نړي ته اوروي . ژرمي ټلیفون را واخست او د ځينو ملګرو سره په تماس کښي شوم ترڅو په حقیقت وپوهیږم، خو کله چي په حقیقت پوه شوم اودځوانمرګ په بي رحم انه شهادت خبرشوم، هیڅ ډول مي زړه ته ډاډ نشو ورکولاي او بي اختیاره مي اوښکي ترسترګوو بهیدي، دده ځواني او بي رحمانه شهادت له یوي خوا ځورولم او دده دبوری مور او بوډا پلار اوناوي میرمني غم له بلي خوا ځورولم، خو تر ټولو زیات دشهید پاته ماشومي لور ځورولم او په دې فکر کي وم چي هغي ته به څوک د پلارمينه ورکړي؟ هغه به څوک په ناز ناز رالویه کړي ؟ د احمد فواد لامع هغه شعر مي را په زړه شو: زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم پام چې ډارن نه يمه خو لږ څه صبر وکړه ځکه تر اوسه مې جنت ته تلوسه نشته ﻻ زه د بې وسو بچو خولې ته مې ګوله لټوم زه يې و تن ته د زاړۀ ټوکر جامه لټوم زما د بچې سترګې چې سرې وې د پرون له لوږې پر ما يې غږ کړ چې \\\\\\ راګوره ابا \\\\\\!!ماته دې سپينه کتابچه د ښوونځي هېره نشي !هغه مې هېرې نه دي زه به يې مور ته خامخا دارو درمل رسوم پام چې ډارن نه يمه خو لږ څه صبر وکړه اي خدایه!!! دا څونه د وحشي ځناور فکر ؤ چي د روحاني د وژلو پلان يي جوړوي، او دا لیوه به اوس په څونه ویاړ ناست وي او فکر به کوي چي څونه ښه کار يي کړي، خو دده په زړه توره ټاپه لګیدلي ده او دی په دې نه پوهیږي چي دا کسات له مانه خیژي او پاته نلري . دا ظالم هغه تورمخي اوبدمرغه یواځي په نامه انسان دي چي نشي کولای ځان را ښکاره کړي،ګني خلک به يي خوښي په غاښو بیلي کړي، خو یوه ورځ د حساب کتاب شته . بیاهم د لامع شعر: خو په الله مې قسم چې په هغې دنيا به له دې تڼاکو نه په � �کو لاسو ستا د کفن ګرېوان په ډاګه نيسم زه به د خدای پر وړاندې تا وپوښتم چې دې جنت ته د ورتلو په بدل و� �ې بچيان دې يتيمان کړل راته ولې دې کونډه کړه رنځوره ميرمن ولې دې بوره کړه سر سپينه بوډۍ ولې دې وراره کړه بې وسه نجلۍ زما د بچو لاس به د چا په وينو سور شي وروسته؟ هغه د کور ميرمن مې خدايزده چې چېرې به څادر دسوالګرۍ هوار کړي؟ د روحاني سره ما یواځي د ټلیفون له لاري خبري کړي وي او تر دا یو څو ورځو مخکي چي په کندهارکښي د انارګل په مشاعره کښي موسره ولیدل مخ کي موسره لیدلي هم نه ؤ، خو په دې ښه پوهیدم چي هغه څونه مینه ناک انسان او هغه انسان دي چي د هرچا په زړه کي په یوار لیدلو ځای نیسي . په مشاعره کښي د ماښام د ډو� �ي خوړلو وروسته زه او روحاني په یوڅنډه کښي کښيناستلو او ښه ډیر کړي مو خبري سره وکړي اوپه دونه مینه يي زما سره خبري کولي او زما په لیدو خوشحاله شو چي هیڅ کله به زما هیر نشي . دفراه ولایت دټولوخ� �کو په ځانګړي ډول د ټولو ژورنالستانو، لیکوالانو او شاعرانو په استازیتوب دلوی څښتن (ج) څخه شهیدعبدالصم دروحانی ته دفردوس جنت غوښتنه کوم او پدې سترغم کې ځان دشهیدروحانی ددرنې کورنۍ اوټولو وطنوالوسره ش� �یک ګڼم او دوی ټولوته دجمیل صبراوزغم غوښتنه کوم . فراه، افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په فراه کې د شپږو دولت ضد وسله والو نیول کیدل", "output": "د فراه والی روح الامين د بکواه په و� �سوالۍ کې د شپږو تنو شکمنو دولت ضد وسله والو د توقیف خبر ورکړ. د والي پر وینا دا کسان د ایتلافی ځواکونو په یوه قافله له برید سره سم ونیول شول . د سیمی خلکو د دې کسانو د آزادیدو غوښتنه کړي خو والی ویلی چې له نیول � �ویو کسانو څخه د پلټونو تر بشپړیدو دمخه د دې کسانو آزادیدل ناشونی کار دی .نیول شوی کسان ټول د بکواه ولسوالۍ اوسیدونکي ښودل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رونالدينو د المپيک په سياليو کې گډون نه شي کولاي", "output": "د هسپانيې بارسولونا فوتبال کلپ وتلی ستوري رونالدينو ته دا اجاره نه ورکوي چې د بيجن د 2008 کال په نړيوالو لوبو کې برخه واخلي .د ب� �ازيل هيواد د فوټبال ملي لوبډلي مشر دولگا رونالدينو ته بلنه ورکړي وه چې د دوې په گټه په دې سیاليو کې برخه واخلي خو اوس د نوموړي تيم دا غوښتنه رد کړي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د حاجیانو د لیږدولو تړون له آریانا شرکت سره لاسلیک شو", "output": "میرویس جلالزی د افغاني حاجیانو د لیږدونې تړون پرون د حج او اوقافو د سرپرست وزیر محمد صدیق چکري او د آریانا افغان هوايي شرکت د ریس کپټان وردګ تر مینځ لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې، څه نا څه دیرش زره تنه افغان حاجیان به له کابل او کندهار څخه د آریانا افغان هوايي شرکت په مټ سعودي عربستان ته لیږدول کیږي. د چکري پر وینا چې د حاجیانو د تګ را تګ د ټیکټ بیه څه نا څه یو زر او دوه سوه امریکايی ډالره کیږي او لومړۍ الوتنه به د روان کال د عقرب م یاشتې په څلورمه نیټه تر سره شي. سعودی عربستان ته به د حج د مراسمو د زایرینو د لیږدولو پروګرام په ۲۶ ورځو کې بشپړ شي. د آریانا شرکت د ریس پر وینا چې هر حاجي کولای شي له ځان سره ۳۵ کیلوګرامه مال یوسي او بی� �ته یې را وړي او که چیرته د یوه کس مال تر ۳۵ کیلوګرامه ډیریږي نو مجبور دی چې په بدل کې یې شرکت ته پیسې و� �کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوریزه", "output": "څلوریزه دری ورځي ژوندون دی خدایه ډیر خو نه دی یوه شو تی� �ه یوه نن سبا هم ډیر خو نه دی پرون غم وو نن غمونه اخر څومره خدایه دا ټول به زماګناه وي ګ� �م تقدیر خو نه دی انجنیر صفت الله حلیم افغان محصل ناګویا-جاپان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حنيف اتمر: ريس او مرستيال خپلو ساتونکو وژلي دي", "output": "د بريټانيي دولت او د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن خبر ورکړ چې پرون په کابل کې یو بریټانوی او یو د جنوبي افریقا وگړی د خپلو ساتونکو له خوا وژل شوي دي او وروسته ساتونکي ځان هم ويشتلی دی . دا پیښه د ایران سفارت ته څیرمه د DHL په نامه د یوې انتقالاتي کمپنۍ د عمومي دروازې مخی ته هغه وخت وشوه چې د دې کمپنۍ عمومی ريس ديويد گيلس او د هغه م رستیال جوسون برسلر د خپلو ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شول . سرچینې واېې چی د دوي ساتونکي د سلادين په نام ه د یوې خصوصي امیتی کمپنۍ له خوا دوی ته ورکړل شوي وو . د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشری هم دا وژنه یوه م خکې تر مخکې جوړه شوي منظمه دسیسه وبلله چې پروینا ېې 13 کسان ېې په دې تور نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې د DHL کم پنۍ ځینی بهرني کارکونکي هم شامل دي .طالبانو د دې برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو د برید وروسته طالبانو په خپله ویب پاڼه کې په کابل کې د لوي بري ادعا خپره کړه . د کورنیو چارو وزارت مقامات واېې برید کونکی څه کم یوه میاشت دمخه پولیس وو او له دندې څخه د ناوړه گټي اخیستنی په تور د پولیسو له لیکو شړل شوی وو او سمدستی ېې د سلادین په نامه امنیتی کمپنۍ سره د ساتونکو په توگه په دنده پیل کړی وو. د DHL کمپنۍ د وژل شوي ريس مړی د پو� �يسو په رينجر موټر کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ترکيې کې به ټاکنې د جون په دوهمه ترسره شي", "output": "د هغه کړکېچ په دوام کې چې د نوي ولسمشر د ټاکلو پر سر په ترکيې کې جوړ شوى دى وروسته د دغه هېواد مجلس له ټاکل شوې مودې مخکې ټاکنو ته رايې ورکړې. په همدې لړ کې د ترکيې د قانون اېښودنې د مجلس د استازو سرتاسري ټاکنې د نوامبر د څلورمې نېټې پر ځاى به د د جون په دوهمه تر س� �ه شي. د ترکيې ولسمشر د دغه هېواد مجلس ټاکي او د عدالت او پرمختګ ګوند چې د مجلس ډېرۍ څوکۍ په لاس کې لري، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير عبدالله ګل د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د خپل وړانديز شوي نوماند په توګه مجلس ته وړانديز وکړ.خو مخالفو ګوندونو اعلام وکړ چې د هېواد لپاره د اسلام پالو د ولسمشر ټاکل له سياست څخه د دين د بېلتون اصل چې په ترکيې کې د جمهوري نظام له ارکان او د پادشاه مصطفي کمال(آتاتورک) ميراث چې د نوې ترکيې بنسټ اېښودونکى دى ګواښي.د دولت د مخالفو ګوندونو اعتراض د هغوى د پلويانو د واټونو مظاهرو سره هم يوځاى شو او هان دا چې پوځ چې ځان د آتاتورک د ميراث ساتونکى بولي ګواښ وکړ په هغه صورت کې چې د خطر احساس وکړي په آرام به ونکړي.په همدې حال کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره د راى اچونې په لومړي پړاو کې عبدالله ګل چې يوازې د ولسمشرۍ نوم اند و، وټاکل شو خو د ترکيې د اساسي قانون محکمې دغه رايې باطل اعلام کړې او حکم يې ورکړ چې مجلس کولاى شي له مودې څخه د مخکې ټاکنو سره د ولسمشر ټاکل د مجلس وروستي پړاو ته وسپاري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د شیرزادو ولسوالی له ماشومانو او ټپیانو سره مرسته", "output": "زمونږ ټول هیواد وال به د ډ� �یزو رسنیو له لاري خبر وي چې د ننګرهار په شریزادو ولسوالۍ کې زلزلې په سلګونو کورونه ړنګ کړل، د لسګونو انسانانو ژوند یې واخیست، په سلګونو ماشومان بي مور او پلاره شول او دغې زلزلې ډیر ټپیان هم پر ځای پریښود� �، چې پکې ښځې، ماشومان او بوډاګان شامل ول. زیانمني شوې کورنۍ د څو ورځو په تیریدو لا هم په بد حالت کې دي، ډیری زیانمن شوي کسان حتی د خوړو لپاره څه نه لري، ټپيان دارو درملو ته اړتیا لري او د هغوي هر څه تر خاورو لاندي شوي دي. زمونږ د ناتوانه دولت د غلطو پالیسیو دغه اصلي قربانیان د ا� �له له دربار څخه پرته هیڅ نه لري او تر اوسه ورسره هیڅ راز مرستي نه دي شوي. د بینوا ویب پاڼي هغه همکاران چې د شیرزادو ولسوالۍ ته ورغلي ول او زلزله ځپلي سیمې یې له نږدې لیدلي وایې چې ډیری ماشومان د خو� �اکي توکو او جامو د نه شتون له امله په بیلابیلو تنفسي ناروغیو اخته شوي او د هغوي خپل خپلوان او کورنۍ دومره څه نه لري چې پرې د خپلو ماشومانو درمنه وکړي او هغوي پرې له مرګ څخه وژغوري. اوس د بینوا ویب پاڼي همکاران هڅه کوي چې خپلو پښتنو وروڼو ته د خدمت د لړۍ په دوام له دغو زیانمنو شویو دربدرو کورنیو سره د م� �ستو لړۍ پیل کړي. مونږ هڅه کوو چې له خپلو ټولو با احساسه وروڼو او خویندو د شیرزادو ولسوالۍ زلز� �ه ځپلو خلکو ته مرستي را ټولي کړو چې دارو درملو، خوړو او جامو ته عاجله اړتیا لري. مونږ دا خپله دنده بولو چې د خپلو با احساسه پښتنو وروڼو او خویندو په مرسته د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ له زلزله ځپلو کورنیو سره مرستي وکړو. هر هغه کس چې غواړي له دغو کورنیو سره مرستي وکړي په لاندې پتو اړیکه نیولای شي او په دغه ستر بشري او افغاني خدمت کې برخه اخیستلای شي. ټلیفون شمیره:۰۷۰۰۰۴۳۹۶۷ د ټلیفون بله � �میره: ۰۷۷۵۰۱۹۰۸۴ له بهر څخه په دې شمیره اړیکه ونیسی:۰۰۹۳۷۰۰۰۴۳۹۶۷ له بهر څخه د اړیکې دوهمه شمیره: ۰۰۹۳۷۷۵۰۱۹۰۸۴ ایمل آدرس: tanha_mer@yahoo.com pashton_mal@yahoo.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست كې د سړك جوړونې پروژه پرانستل شوه", "output": "له خوست ښار نه د ډيورنډ پولې په لور غځيدلى يوولس كيلو متره سړك په اساسي ډول جوړ او نن د مراسمو په ترڅ كې د خوست مرستيال والي عجب خان سنګين پرانېستونوموړي وويل چې دغه سړك د ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي ارټي په مالي مرسته د يو پنڅوس مي� �يونه افغانيو په لګښت په شپږو مياشتو كې جوړ شوى ده پر سيمه والو دمرستې غږ وكړ او ورته وى ويل چې ستاسو دهمكارى په صورت كې د نوې جوړونې لړى لا پراخيدلى شي ))د خوست د ټولګټو چارو ريس انجنر مامور شاه وويل چې دا د ولسواليو په لور غڅيدلى دريم سړك دى چې پدې نږدې ورڅو كې پرانستل كيږيده وويل چې رياست يې د جوړو شويو سړكونو د ساتنې لپاره وسايلو ته اړتيا لري او بايد مرسته ورسره وشي دده په خبره خوست اوسمهال په بېلا بېلو سيمو كې د نهو پلونو جوړولو هم پيړنى اړتيا لري د سيمې يو تن قومي مشر ابراهيم مشفق وويل چې دغه سړك يو وخت د خونړيو جنګونو شاهد و، خو خوښ يو چې نن يې د جوړولو شاهدان يوده وويل چې ولسواليو ته د سړكونو پخولو د خوست په بڼه كې څرګند بدلون راوستو ))دڅايي چارواكو په وينا په خوست كې اوسمهال د سړك جوړونې پرګڼو پروژو كار روان دى او دروان لمريز كال تر پايه به د شپاړس ميليونو ډالرو په ارزښت يو سل او دېرش كيلو م تره سوكونه پاخه شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کونړ کي د ځمکي په سره جګړې نور زور اخستی", "output": "دکونړ ولایت دخاص کونړدوالسوالۍ په م� �بوطاتوکي دشالۍ په ډاگ باندی دشالۍ اویخی چینی د اوسیدونکوترمنځ دتاوتریخوالي په نتیجه کي درې نفر زخمي شوي دي نوموړې جګړه چی له 7 ورځو راهیسی روانه ده تراوسه حکومت کوم اقدم ددغه جنگ په بندولو کی ندی کړی .اوجنگ ورځ پر ورځ تودیږی. ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي شمیره ۱۰۸کسانو ته ورسیدل", "output": "په کندهار کي نني موټربم چاودني چي د روژه ماتي پروخت د کندهار په ګرشک اډه سیمه کي د سیتا کمپنۍ او سپوږمۍ صالون منځ کي پر عمومي واټ رامنځته شول تر اوسه د نړیدولو کورونو څخه د مړو او زخمیانو درایستلو لړئ دوام لري او په پیښه کي ملکي وګړي تر اوسه ۳۵ کسان وژل شوي او څه باندي ۷۰ کسان ژوبل شوي دي چي ښځي ، ماشومان او سپین ږیري هم په کښي شامل دي . د کندهار والي ډاکټر توریالي ویساچي همدا اوس د نوموړي سیمي څخه په لیدنه بوخت دي د یوې مطبوعاتي اعلامي له لاري رسینو ته د ۳۲ کسانو د مرګ او ۷۰ کسانو د ژوبلیدو پخلی کړی دی . په کندهار کي ځیني امینتي چارواکي وائې چي چاودنه د سیتا د سړک جوړوني په یو ساختماني شرکت کي شوې د ه ، خو تر اوسه دا نده معلومه چي ایا په دغه پاکستاني شرکت کي نومړي مواد په ماذا ډوله لاری موټر کي ځاپرځای کیدل او که نوموړي موټر د همدې شرکت مخته د تیریدو په حال کي وه . یو شي چي پخلی ئې کیږي دادی چي دنوموړي شرکت تعمیر اوس بیخي شته نه . او تر څنګ ئې کورونه او مخته ئې سړک هم له منځه تلی دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "القاعده د نړۍ تر ټولو سترګواښ", "output": "القاعده د نړۍ تر ټولو سترګواښپه لندن كې د استراتيژيكو زده كړو انسټېټيوت د خپلې سروې كلنى راپور خپور كړى دى او د نړۍ سياسي چارې يې څېړلې او خپل وړانديزونه يې وړاندې كړي دي، چې لږ څنډه يې په لاندې ډول ده: د نړۍ د سياسي وضعيت په هكله په لندن كې د استراتيژيكو زده كړو د انسټېټيوت كلني راپور القاعده د نړۍ تر ټولو سترګواښ بللې. نوموړي انسټېټيوت په خپل كلني راپور كې د نړۍ راتلونكى كال له اخ وډب څخه ډك كال بللى دى او په راپور كې يې ويلي دي: د اسلامي ترهګرۍ ګواښ په زور كې دى او لا پسې پياوړي كېږيد نوموړي انسټېټيوټ سروې ښوولې ده، چې د نړۍ اوسنۍ پېښې او ددې ترڅنګ په عراق كې د متحده ايالاتو د ناكام سياست له كبله په نړيواله كچه د امريكې كمزورى رول په راتلونكي كال كې د نړۍ د ستونزو د حل په اړه كوم زيرى نه تر سترګو كېږي. راپور ګواښ كړى، چې تر ټولو بده خو يې لا دا ده، چې په ۲۰۰۹ او يا ۲۰۱۰ كې ايران هم اتومي وسلې ترلاسه كړي، چې پدې سره به په ټوله نړۍ كې اندېښنې بېخي ډېرې شي او ويلي يې دي، چې د ۲۱ پېړۍ په لومړۍ نيمه كې څه پېښېږي ښه زيرى نلري او بايد چاپيريال ساتنې ته پوره پاملرنه وشي. د امنيتي چارو په هكله راپور وايي، چې اوس القاعده د پخوا پرتله ډېره پياوړې شوې او پراخه شوېده او څرګنده كړې يې ده، چې: القاعده ټوټه شوې نه بلكې لا پياوړې شوې ده او كولاى شي، چې د نړۍ په هر ګوټ كې خپل اهداف په نښه كړي.راپور وايي، چې د القاعدې نرموالي ډېر نور ګوندونه او ډلې هم پر ځان ورماتې كړې دي او ډېرې څانګې يې پيدا كړي دي، لكه د عراق القاعده، د المغرب القاعده او داسې نور... په اروپا كې هم داسې ناكام بريدونه او هڅې وشوې، چې په هغو كې د خپلو هېوادوالو لاس وو او له القاعده سره يې تړاو درلود.د نوموړي راپور د وړاندې كولو پر مهال د انسټېټيوټ مدير جون چيپمان وويل: ستر ګواښ د افراطي نظريو مخنيوى دى، چې افراطي نظريې ترهګري زيږوي او القاعده په ډېره ځيركۍ سره توانېدلې ده، چې لدې نظريو څخه استفاده وكړي او ترهګري خوره كړي.په لويديځ كې د مسلمانانو لخوا د ګواښ په هكله جون وويل: دغه خبره چې ګواكي مسلمانان د نورو لخوا تر ظلم او تېري لاندې دي، بايد په اسلامي نړۍ كې د ننه او بهر له سره سمه او اصلاح شي، دا ډېره مهمه ده، چې بايد د فرد او ټولنې ترمنځ د حقوقو د توازن په څېر په ځينو مسايلو غور وشي ترڅو مسلمانې لږكۍ په اروپايي ټولنو كې په فعال ډول ور ګډې شي. په عراق كې د امريكې د ځواكو په اړه راپور كاږي، چې د ځواكونو د زياتوالي با وجود القاعده په ښارونو او نورو سيمو كې ډېر خونړي بريدونه كوي او د عراق وضعيت له ناوري سره مخ دى. د عراق د ستونزې د حل لپاره سياسي هڅې بايد ګړندۍ شي او ددې لپاره بايد امريكا د عراق په حكومت زور راوړي، چې په خپل ځان كې اصلاحات راولي. د ايران په اړه راپور كاږي، چې كېداى شي ايران اتومي وسلې جوړې كړي او په ۲۰۰۸ كې به د ايران په اړه په سياست كې پوره غور ته اړتيا وليدل شي. د امنيت شورا به د خپلو دايمي غړو په غونډه كې د ايران په اړه سهي كتنې او دقت ته اړتيا ولري.راپور وايي، چې د ايران اتومي وسلو او د امريكې كېدونكي بريد د سيمې هېوادونه او په ځانګړي ډول د خليج هېوادونه له اندېښنو سره مخ كړي دي، ځكه ايران يې سرغړوونكى ګاونډى او امريكا يې د مجبورۍ ضروري ملګرى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د وطنپالني او ولسپالني افغاني معيار! - اجمل نور", "output": "داجمل نور ليکنه په افغانستان کې د وطنپالني ، ولسپالني او افغانیت معیار و ملي ژبي پښتو ته درناوی او په ملي کچه دهغې متوازنه کارونه ده! د نوي یمی لسیزی را پدې خوا چې د اجیرو او دپردو په لګښت ګمارل شویو ګروپو، بانډو او تنظیمو رنګارنګه چپاو دولتي بڼه ونيوله او زموږ پر بې ګناه ولس او زموږ پر خوږمن هيواد باندي یې توره سایه خپره او ملی انډوخر ته یې لاره خلاصه کړه دادی پنځلس کاله کیږي چې دا بې ریا ولس او دا باصفا وطن او وطنوال یې د زياتو ناخوالو سره مخامخ کړي دي . دغو نا افغانه کړيو چې پردي یې اوس دخپلو اجیرانو او لاسپوڅو په توګه خپلي نخشې ورباندي تطبیقوي ،داسي تراژيدي یې دافغانانو په وطن کې يو په بل پسې وزېږول او دومره فتنې یې په دې وطن کې خورې او هغه یې و ازمویلې چې ډير لږ ولسونو او هيوادونو به داشاني د وحشت او بربریت تراژيدی ازمویلې وي او تر داسي لویو ناورينونو به تېر سوی وي . په واقعيت کې دا ټول تور کړه د هغو ملي ضد عناصرو، تنظيمو او ګروپو لخوا په مختلفو نومو او القابو تر سره شوي دي چې دپردو په لمسون او اشاره یې دافغان ولس د بیکرانه رنځونو د له مینځه وړلو په نامه او یا د اسلامي اخوت! او عدالت د تأمين په نامه خو په واقعي شیطانت سره یې پر افغان ولس وتپله او دغه ښکلی هيواد یې وران او ډير سپېڅلي ددې هيواد زامن یې دداسي پورچمه او اسلامي شعارو قرباني کړل چې نن ان خپل ځان هم نسي راټولولای . ددې ټولو ډلو ټپلو او حزبو او دهغوی د ګوډاګيو مشرانو او لډرانو توري کارنامې او چپاو، ولس هومره زخمي کړ چې د هغوی هريوه هويت او ماهیت اوس و هرچا ته د لمر په شاني څرګنده دي . دغو په اصطلاح لېډرانو او پلورل سوي ګوډاګيانو که نن هر څومره پر خپل انساني ضد او افغاني ضد کړو پرده وغوړوي او که هرڅومره د اردو او سیاست غوندي ټنبل بیانونه او جعليات ور باندي کتار کړي خو اوس ددې ګوندو او تنظیمو مخکښه سرغنه په هر رنګ باندي چې ځان ظاهر کړي، او د هر ځای نه چې سر را وباسي هغوی او د هغوی ملي ضد کړه او د هغوی څهرې ټول ملت پېژندلي دي . دغه جنګي جنایت کاران او دبشریت پر لمن باندي دغه تور داغونه نن که د هالنډه و تاشکند ته کډه باروي، که په لندن او واشنګټن کې ميشته کيږي اوکه د ګور پر غاړه مستي کوي، که انقلابی او اسلامي پوړني پر سرباندي غوړوي، که ځانونه د مارکسسیتانو نه اخوانیان جوړوي او که د اخوانیانو نه د روس ګوډاګیان ، که روسۍ او پرنګۍ سي ، که ربانی او بريالی سي، که تڼۍ او پنجشېری سي د هغوی جفاوي، د هغوی خیانتونه او دولس ديو والي پرضد دهغوی ملي ضد ډير چمونه د خلکو او تاریخ په حافظه کې ثبت دي او هغه نه پر بله کیږي . زموږ ولس دغه د چم او فتنې مفسده عناصر دغه ملحده اخوانیان يو ځل نه بلکه په کراتو او هغه هم په ډېره لويه بيه ازمویلي دي ،نور نو د بیا ازمایښت د پاره هڅي ددې ولس سره بیخي سپين سترګي او لويه جفا ده ! خو دغه فتنه ګره ډلي او کړۍ اوس هم و ملي شر ته نوکان جنګوي، زهر پاشي اوسیاسي دوکانونه پرانيزي . دوی بیاهم پر دې مظلوم ولس باندي خپل سیاسي د ریا او تذوير، د چم او فتنې متاع خرڅوي . هماغه د پخوا لوبه او تجارت یې ندئ پرې ایښئ . خو ددوی پخواني شعارونه که ناکاره سوي دي، که د بشري عدالت او داسلامي اخووت د شیطنت پرده یې له مخه پورته شوې او په ولس کې خریدار نلري نو اوس چې ددوی په اند ميدان چغالي سوی دی ، هماغه د پخوانی چم د سیاست په پلي کولو کې یې دبصیر کامجو، د بشیر بغلانی، ددرویش دریادلی ،د میرزایی خیلانو، دستګیر پنجشیري،نبی عظيمي، سلطان علي کشتمند، حمید محتاط، او ددوی غوندی نورو ملي ضد، افغاني ضد مفتنه عناصر یې را مخته کړي دي او دافغانانو په واحد هیواد کې د سیمي، ژبي او توکم په نامه یې دایراني عظمت طلبه شیعه ګانو او آيت الله گانو په ډيکټه دځينو ټوپک داره غلو او د شمال د جنګسالارۍ په باجه خانو باندي د افغانانو په وطن کې د ایراني ساوکيانواو آ خوندانو په ډېکټه د خراسان ډنډورې را خورې کړې او غواړي دایران لویی غوښتونکې د فساد واکمني زموږ په سرکښه او بیګانه کُشه هیواد کې پلی کړي .وا چرګه په دا غوړه ښوروا !مګر تاسو هېر کړی دی چې دا د افغانانو وطن دی ؟په دې وروستیو پنځو کالو کې چې امریکایی ډيموکراسۍ د بی دوپنځوس بم غورځونکو طیارو په وسیله او دوطن پلورونکو سوداګرانو دغه د ګردنې د غلو په وسیله چې د شمال د ایتلاف او دنظار د غلو دشورا او د وحدت په ګوندو کې راغونډ شوي د پردو ګوډاګيانو په را مخته کولو سره را میدانته شوي ، نو دغه وطن پلورنکو ددې وطن سودا په پنځه اویامیلیونو ډالرو د سي آی اي سره په دې تمه وکړه چې نورنو ددې وطن سنه بالا ختمه ده . دغه پيدايشي او پدرکرده غلو او بې وطنه او اجیرو عناصرو داسي انګېرلي وه چې نور نو افغانان او و طن یې وموږ غلو ته بې صاحب پاتي دی او بس دغه آخري سودابه یې هم کوو!. په همدې مفکورې سره ډير حق او ناحقه کارونه تر سره شوه . زموږ ولس ته یې ډول ډول ناخوالي را وزېږولې . وړونه ملیتونه یې په غیر انساني او غیر افغاني معیارو يو اوبل ته ببر کړه . هزاره یې دپښتونه سره واچاوه، دواړه یې د تاجکه سره لاس او ګرېوان کړه او درې سره یې بیا د ازبکه او نورو وړونو ملیتونو سره واچول . په آخر کې یې چې فکر وکړ چې میدان چغالي دی نو دایرانیانو او روسانو په وسیله او اشاره یې د خراسان او افغانستانيانو زامن ترېنه جوړ کړل . په دې لړ کې يو د هغو ناخوالو نه وسله واله، نا افغانه، نا اسلامه او نا انسانه بې مسؤليته اجيري جګړه ماري ډلي دي چې دوطن او ناموس په ماهیت اصلاً نه پوهيږي او جنګسالاري ، دلوچکی اوپهلوانی لوبه یې را شروع کړېده . که څه هم خو کږه خوله وایی په سوک سمیږي خو ددې کږ خولو و تبر ته پخوا روسی او اوس امریکایی او ناټویی لاستی په لاس ورغلی او داده دډيموکراسۍ په نامه غواړي ددې وطن په ډيرکيو وړونو یعني پښتنو او په لومړي سر کې په پښتو پسي راواخلي . بس چې څه یې په وسه وي نو پښتو ځپي او په افغانستان کې ډېر مېشته پښتانه د خپل آبایی او تاریخي ټابوبي او ژبي نه ګني ليري وساتي . مګر دغه دریا دلان چې هغوی ته د ایراني اخوندانو لخوا د وطن پلورني القاب او مډالونه ورکړل سوی دي دومره د فیل په غوږ کې ویده دي او فکر کوي چې داوطن په رشتیا هم داسي بې صاحبه پاتي دی ؟. افغانان ګوته په غاښ کې نیسي چې هغه چا چې د دافغانانو پر دسترخوان باندي ډوډی خوړلې وي هغه باید څومره پست سي چې د بصیر کامجو، دستګیر پنجشیري، د نبی عظیمي، د عبد الحمید محتاط او دریادلانو ناجنابانو و مقام ته ورسيږي ؟ امریکایی ډيموکراسۍ چې ددغه جنګ سالارانو او دهغوی د مخکښه دریادلانو ته د فتنې او ملي شر اچوني لاره دګوندو او سایټو په جوړولو کې پرانیستې ده، دوی دا ټولنه ولي د خپلو اصلي بچيانو نه خالي کول غواړي ؟ دغه دریادلان او ملي شر اچوونکي خو اوس دادي د سلو په شاوخوا کې په را جسټر شوی ګوندو کې ځانونه منسجمه کړي او د پردو د غوښتنو سره سم یې ملي او سیمه ایزه لانجې را زېږولي دي ، نو دغه ګوندونه چې هر يو یې و افغانستان او افغانستاني ته د خدمت ډډه پر ځيګر لګوي دا سل ګوندي ښاغلو تر اوسه څه کړي دي او نور څه کول غواړي ؟ . همدا رنګه په الکټرونيکي رسنيو کې هم بې شماره افغاني سايټونه جوړ او هرسايټ ځانته يو مؤسس او يو مسؤل مدير او کاري ډله ! جوړه کړېده چې دډيرو پېژندل سوي سايټو او خپرونو موخه یې د ځان لویه ول او په افغاني ټولنه کې دشر اوفساد اشاعه کول دي . دغه پاڼي او دهغوی چلونکي داسي اکټ کوي چې ګني و افغان ولس ته تر هرچا نه زیات د احترام وړ خدمت ګاران دي . دغه ښاغلي داسي ښئې چې دهغوی خپروني د یوه دولت په سطحه دي او د افغانستان و خلکو ته خدمت کول غواړي خو بې مسئولیته او شر اچوونکي مطالب یې د هیچا له نظره پټ ندي پاتي . بس هر څه چې خپروي او هر څه چې وایی هغه د قرآن ټکی بولي . ددې تر څنګ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بې شماره اخبارونه، جریدې، مجلې ،راډيو ګاني او ټلوېزونونه فعال سوي دي چې په خپلو خپرونو سره هغوی هم هر یو و افغان ولس ته د خدمت ځیګر ټکوي خو په عمل کې یې و ډيرو ملی ضد او افغاني ضد خپرونو ته لاره خلاصه کړې او هر څه چې زړه یې غواړي نو بس د شر اچوني لپاره یې بې خريطې فیره وي او د غربي ډيموکراسۍ آزمایښت کوي . خپل د مک ډونالډ ټېغ زموږ پر وږي ، در په دره او بې درمانه ولس باندي وباسي او لويه هنګامه راته جوړوي . هغوی خو به دا کار دیو څو ډالرو او یا روبلو، ریالو او کلدارو په وسیله کوي خو داچې سبا به یې خپل پرتوګ چيري ځړېږي په هغه ندی خبر او ښایی ری به هم نه پکښې وهي ! زه ددې کار دپاره مشخص مثال ځکه نه راوړم چې ګران لوستونکي دغه شانی خپروني، د هغوی چلوونکي او د خپاره سوو موضوعاتو په ماهیت ښه تر ها آګاه دي او پو هيږي چې دغه بېوطنه او بې مسؤليته نا انسانه او ناسپاسه افغانان څومره د کرکي او ملی شر اچوني په روحيه د ځوانانو ذهنیت خراپلو ته مټي رانغښتي دي . د زهرجنو او ملی ضد افغانی ضد خپرونو په وسیله د با صفا او بې ریا وروری پر فضا باندي غواړي توره وريځ خپره کړي خو عام ولس دداسي څو ګمارل سوي او بېوطنه پر خبرو او افسانو په کيسه کې لاندي . داټوله په اصطلاح فرهنګی ، کولتوري او سیاسی فعالیتونه په ظاهره د ډيموکراسۍ د جوهراو اصولو نه د ناوړي استفادې پر سر اجرا کیږي چې موخه یې په هر هیواد کې د میشته افغانانو په خپلو مینځو کې په دې یاهغه نامه اچول دي . په داسي يو جګړه ځپلي هيواد لکه افغانستان کې زموږ مظلوم ولس دا پوښتنه را پورته کوي چې دا سل ګوندیزه ډيموکراسي او دغه پریمانه بې مسؤلیته او اجیره سايټونه او ډلي، و دې لوڅ لغړ ، او پر ډاګ پاتي زخمي او وږي وطن او ولس ته څه ور کول غواړي؟ آيا دوی د اوسنیو لانجو نه د وتلو غوره لار دغه د خرو ډګلي لار ګڼلې ده ؟ دغه بې مسؤلیته خبري او کارنامې چې نوي لانجې را زېږوي او هغوی ته پکه هم وهي نو ددې پای به پخپله و هغوی ته څه وي ؟ داسي کارونه څوک کوي د چا په ډيکټې او موږي داسي خېزکي وهل کیږي . دغه شاني افسانې که په امريکا، روسیه او بل هر هيواد کې د همداسي بې هويته عناصر په وسیله را پورته شي نو هغوی ته څه ويل کيږي او څه شاني چلند ورسره کيږي ؟ خو کوم څه چې زه یې دلته غواړم په ډاګه کړم هغه داچې هر ګوند، هر سایټ، هر خپرونه هره راډيو او ټلوېزیون په هر اند چې وي د خپلو کړو مسؤل دی خو که دافغانستان اوسېدونکي ددري ژبي سره يو ځای په پښتو ژبه چې د افغانستان د ډېر ژبو اصلی ټاټوبی او ملی اورسمي ژبه ده خپروني و نکړي او یا دا چې ددې ژبي و ویونکو ته پلان سوې ملی ضد سپکاوی وکړي او یا په مختلفو بهانو په خپلو خپرونو کې دولس د اکثریت د ژبي په توګه په دغو خپرونو کې ځای ور نکړي او سر غړونه وکړي، افغان ولس حق لري چې د هغه ګوندونو او مربوطه خپرونو ملي او افغاني هويت تر پوښتني لاندي راولي او هغه د پردو په ډيکټه د بیلتون غوښتونکو ملي ضد او افغاني ضد پلان سوې هڅي وګڼي . دغه ګوندونه چې هر نوم ځانته ټاکي هغه دهغوی کار دی خو که په رسمی او ملی ژبه متوازنه نشرات ونلري نو هغوی د افغان ولس په استازیتوب نشی کولای ځان و هیوادوالو ته د افغانانو دیوه خدمت ګاره ګوند يا افغاني سايټ په توګه معرفی کړي . په خپرونو ، د ګوندو په انټرنيټي سايټو کې چې ددې مسئلې سره په غیر مسؤلانه توګه چلند کیږي او ملی ژبه پښتو د هغوی د خپرنيزي اجنداء څخه ایستل کیږي دا د يو ملي ضد او افغاني ضد عمل په توګه ارزول کېدای سي . زه ديوه افغان په حيث وړانديز کوم چې و هر افغاني ګوند ته د اجازه نامې د صادرولو نه مخکې د ګوند د مسؤل او دهغه د خپرونيز اورګان د چلونکو نه په کلکه او د ملی وجيبې په احساس سره دغه تعهد واخيستل شی چې د افغانستان د قانون سره سم او د ملي حاکميت او ارضی تمامیت ته ددرناوي پر مبنا په دواړو ملی ژبو پښتو او دري ژبو متوازنه او سوله ایزه خپروني وکړي او د هر راز فتنې او شراچوني نه چې ملي ضد عمل دی ډډه وکړي کنه نو هغه ګوند او خپرنیز اورګان ته چې دغه ملي وجيبې ته درناوی نکوي او د هغه نه سرغړونه کوي نو زموږ هيوادوال حق لري هغه ګوند او يا خپرنیز اورګان د یوه مفتنه شر اچونکې او د پردو د ګوډاګي ملی ضد ګوند په توګه ورته وګوري . هغوی د افغانستان د خلګو په استازیتوب نشي کولای تظاهر وکړي او ولس ته فریب ورکړي . هيله ده په دې اړه نور ښاغلي افغانان څه وليکي او په دې ليکنه کې نيمګړتياوي حل کاندي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "٣ تنه شکمن په کنر او ننګرهار کې نيول شوي دي", "output": "افغان امنيتى چارواکو ويلىچې يو تن پاکستانى يې د کنړ په غرنيو سيمو او د ٢ تنو شکمن کسان يې د ننګرها ولايت تورې بورې ته نيږدې نيولي دي . چارواکو ويلى چې پاکستانى د طيبه لشکر د ډلې غړى دى.له دغو کسانو څخه وسله هم لاس ته راغلې دي .نيول شوي پاکستانى د تحقيقاتو په موخه ائيتلافى ځواکونو ته سپارل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ګوانتنامو د افغان زندانيانو کورنيو ته .", "output": "په دې وروستيو کې د امريکې د اساسي حقونو د مرکز څو غړي افغانستان ته راغلي تر څو د ګوانتنامو د افغان زندانيانو له کورنيو سره له نيږدې وګوري په همدې موخه د افغانستان د بشري حقونو مرکز په ګوانتنامو کې د ټولو افغان زندانيانو له کورنيو نه غوښتي چې د دوى مرکزي يا سيمه ائيزو د فترونو ته ورشي او د خپلو زندانيانو په اړه له امريکې څخه د راغلو مدافع وکيلانو سره له نيږدې وګوري ،او د خپلو بنديانو په اړه ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي . دغه راز د زندانيانو کورنۍ کولاى شي چېد نورو مالوماتو لپاره د ټلفون په دغه شمېره اړيکې ټينګې کړي . ٠٧٩٥٥٣٣٩٧"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د كابل په ظاهر شاهي مېنه كې دنمرو وېش پيل كيږي", "output": "دكابل ښاروالۍ مرستيال ښاروال الح اج غرزي خواخوږي دښاروالۍ ديوې ډلې چارواكيوپه ملتيادكابل له نوي پرانيستل شوي ښآګوټي(ظاهرشاهي مېنې) څخه � �يدنه وكړه. ددغې ليدنې په دوران مرستيال ښاروال اړوندوچارواكيوته وويل، چې سيمه دې هواره كړي اوهغوكسانوته چې له وړاندې يې دنومروپيسې تحويل كړي دي، دنومرو،وېش پيل كړي. ظاهرشاهي مېنه دكابل ښارپه پينځه لسمې ناحيې كې پرته ده،چې په دې وروستيوكې دكابل ښآروالۍ لخوا پرانيستل شوېده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګوندونه خروارونه", "output": "ګل آغا احمدي وردكد نړۍ پوهانو د ګوند تعريف د خپل خپل آند له مخې په بيله بيله توګه كړى دى خو په يوه خبره كې د زياتو پوهانو نظر سره ورته دى هغه دا چې ګوند د يو شمير داسې اشخاصو له يوځاى كيدو او ګډ كارڅخه عبارت دى چې د وړ اداري ارګانونو په درلودلو سره د يوې سالمې سيالۍ، ځانګړي فكر، مشخصو موخو، ځانګړې تګلارې او كړنلارې له مخې سياسي مبارزه او په يوه ټولنه كې د واك د نيولو هلې ځلې كوي. همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ كې جګړې مارې ډلې او ګوريلايي ګروپونه هم شته دي چې خپلې موخې د جګړې او تاوتريخوالي له لارې په لاس راوړي چې ځينو ته يې د ګوند نوم وركول كيداى شي خو د ديموكراسۍ او سالمې سياسي سيالۍ په ډګر كې ګوندونه اجازه نه لري چې د واك د لاسته راوړلو لپاره وسلو ته لاس وغزوي بلكي خپل كاري پلان به د ټولنې د هراړخيزو غوښتنو سره سم د علمي بنيادونو په بنسټ برابروي او زموږ د ليكنې تبصره په همدې ډول بهير ده. په ټوليزه توګه ويلاى شو چې ګوندونو او د ګوند جوړونې بهير تر اوسه پورې په افغانستان كې اوږد تاريخ، روښانه سابقه او ښه پايله نه ده درلودلې. په همدې توګه د ګوند جوړولو بهير په هيواد كې د هغو علمي او ټولنيزو معيارونو په بنسټ نه دى رامنځته شوى چې د ټولنې د دودونو، ديني، ټولنيزو او هراړخيزو بنسټونو ژوره مطالعه يې كړې وي او پخپل هيواد كې د غوره كاروونو د سرته رسولو د سيالۍ ډګر ته را وتلي وي بلكي تر اوسه پورې چې په هيواد كې څومره ګوندونه او ډلې رامنځته شوې دي زياته برخه يې د ملت په تاوان تمام شوي او په هيواد كې يې د سترو سترو مصيبتونو ظهور ته لاره هواره كړيده. په همدې توګه د هيواد نږدې سياسي تاريخ ته په كتنې سره د زياتو ګوندونو كركترونو د خپلو ناسالمو كړنلارو او تګلارو د عملي كولو لپاره وسلو ته لاس غزولى، د پرديو غلامۍ ته يې غاړه ايښې، د هيواد خلك يې د آرامۍ په ځاى د ژوند له ښكليو نعمتونو څخه د بيلتون، ګډوډۍ، ويجاړتيا او راز راز مصيبتونو په ګرداب ورګډ كړي او بالاخره يې د هيواد په چارو كې د پرديو هيوادونو نظامي او سياسي لاسوهنې ته لاره هواره كړې ده چې د افغانستان په لنډ تاريخ كې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي كمونيستي كودتا، په هيواد باندې د شوروي مستقيم يرغل او له هغه وروسته لويې لويې ناخوالې د دې ادعى غوره ثبوت ګڼل كيږي.سره لدې چې د افغانستان د مسايلو ځينې شنونكي او تاريخ ليكونكي په دې آند دي چې د ګوند جوړونې تاريخ په هيواد كې اوږده سابقه لري او د بهرنۍ نړۍ د سياسي بدلونونو سره يو ځاى په دې هيواد كې هم وخت په وخت سياسي جريانات رامنځته شويدي په دې كې شك نشته چې د بهرنۍ نړۍ سياسي او ټولنيزو بدلونونو به زموږ د هيواد په خلكو هرو مرو اغيزې درلودې خو كه تاريخي حقيقتونو ته په ژوره توګه وكتل شي نو په هيواد كې د ګوند جوړونې ريښتينې لړۍ د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واكمنۍ پر مهال رامنځته او په هيواد كې ګڼ شمير ښي اړخه او كيڼ اړخه مختلفو ګوندونو د سياست په ډګر كې د فعاليت سرونه راپورته كړل چې د زياترو ډلو مبارزه له هماغه لومړۍ ورځې څخه له تاوتريخوالي او ناوړه پيښو سره ملګرې وه.د افغانستان په سياسي ډګر كې ګوندونه له هغه وخت راهيسې له يو بل سره لاس په ګريوان شوي دي چې هيواد مو نسبتا د يوه غوره سياسي نظام څخه برخمن وو او نوموړې ناندرۍ په سياسي محافلو، د ولسي او مشرانو جرګو په مجلسونو، د ښار په واټونو او د مظاهرو په ترځ كې په تاوتريخوالي بدلې شوي دي. تاريخ د دې ډول زياتې نمونې په خپلو كرښو كې ساتلې چې د سالمو سياسي ګوندونو له طبيعت سره اړخ نه لګوي.د افغانستان پخواني سياسي ګوندونه په دې توانيدلي وو چې يوازې په ښاري سيمو كې څه نا څه فعاليت او ملاتړ ترلاسه كړي خو له دې سره سره ځينې جهادي ډلې چې د وخت د اړتيا له مخې يې د نظامي تشكيلاتو او وسله والو ډلو په درلودلو سره له هيواد څخه بهر جوړښت موندلى وو په خپل وخت كې يې د هيواد په كليوالو سيمو كې هم ملاتړ ترلاسه كړى دى. خو له دې ټولو سره سره ويلاى شو چې په ټوليزه توګه د هيواد د ګوند جوړولو بهير د ملت د زړه آواز په حقيقي توګه په نظر كې نه دي نيولې. په دې ليكنه كې هڅه كيږي چې په هيواد كې د سياسي ګوندونو د جوړيدو اصلې موخې او په ټولنه كې د هغو اغيزو او همدارنګه د ګوندونو اوسني بهير ته په لنډه توګه ګوته و نيول شي.افغانستان داسې يو هيواد دى چې د خپل تاريخ په اوږدو كې په دې ندى توانيدلى څو په پراخه پيمانه د خپلو وګړو د زده كړې او سواد كچه لوړه كاندي بلكي نوموړى ګام تر اوسه پورې د هيواد د خلكو د يوه ستر آرمان په توګه د عملي كيدو انتظار باسي. دې كار د منځنۍ او ټيټې طبقې يو شمير اشخاصو او حلقاتو ته فرصت په لاس وركړى چې د خپلو اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو، په ټولنه كې د مطرح كيدو او داسې نورو سطحې موخو د لاسته راوړلو لپاره د ګوندونو دجوړولو لړۍ ته مټې را ونغاړي او د افغانستان د خلكو د سپيڅلو ولولو څخه په استفادې سره د ځان په ګټه كار وكړي. د سياسي څيړونكو له نظره په هيواد كې د زياترو ګوندونو پايلې په دوو ټكو كې خلاصه كيداى شي.لومړى: د زياترو ګوندونو د جوړولو او رامنځته كيدلو موخه يوازې د شخصي مالي سرچينو پياوړي كول، ځانې غوښتنې، د واك لوږه، قومي، ژبني، مذهبي او سمتي پارونو ته لمن وهل دي.دوهم: په ملت يې شيندلې اغيزې له كورنيو جګړو، بيځايه ناندريو، د هيواد په چارو كې بهرنيو يرغلګرو ته د لاسوهنې زمينه برابرول او د بې ساري ستونزو په ګردابونو كې د افغان ولس د ورګډولو څخه عبارت دي.د ګوندونو اوسنى بهير:په هيواد كې د سياسي ګوندونو اوسنى بهير هم د يادې شوې سلسلې يوه كړۍ ګنلى شو چې د ډيرو په آند له بيځايه ناندريو او بدمرغۍ څخه پرته نور څه د افغان ولس ځوريدلو وګړو ته له ځان سره نه لري.د اوسنيو ګوندونو د بهير زياته برخه په يوه خوله د ملي يووالي او ملي پوهاوي نارې وهي خو بايد وويل شي چې په عمل كې د همدغه بهير زياتره كركترونه د ملي يووالي بنسټونه ورانوي او په دې سلسله كې داسې زهرجن تبليغات خپروي چې له بيلتون پالنې، نفاق، بدبختۍ او تورتم څخه بله پايله نه شي ترې اخيستل كيداى. د همدې ګوندونو زياتره برخه حتى د افغانستان له نوم سره حساسيت لري ، ځانونه د دې هيواد اتباع نه ګڼي، خپلې خبرې رسنۍ، تبليغات او نور ټول امكانات يې د همدې موخې د لاسته راوړلو لپاره په كار اچولي دي نو بيا څنګه د ملي يووالي ادعى كوي؟؟د اوسنيو ګوندونو د بهير په اړوند د افغانستان زياتره وګړي داسې انګيرنې كوي:• د ګوند جوړونې د دې بهير زياته برخه د بهرنيو هيوادونو د لاسوهنې او لمسونې په لړ كې را منځته شوې چې په هيواد كې يې مغرضو بهرنيو هيوادونو لاسوهنو ته په ښه توګه لاره هوار كړي ده.• د دې ګوندونو د جوړولو موخې د خپلو مشرانو لپاره د مادي امتيازاتو لاسته راوړل، په ټولنه كې د ځانونو مطرح كول او په هيواد كې د زيات كړكيچ رامنځته كولو ته لاره هوارول دي.• د ګوند جوړونې د دې بهير د زياترو ډلو په منشور كې څو مشترك ټكي ليدل كيږي چې له ملي يووالي، ځمكنۍ بشپړتيا، د ښځو د حقوقو اعاده كول، د تروريزم په ضد مبارزه، د هيواد بيا رغاونه، د نشيي توكو په خلاف عمل كول، په هر څه كې ملي لفظ كارول، بهرنۍ مداخلې بندول او داسې نور څيزونه شته دي. خو ځينې يې بيا له ځان سره په هيواد كې د فدراليزم رامنځته كول او داسې نورو خيالي غوښتنو هم ته په خپل منشور كې ځاى وركړى دى چې د افغانستان مومن خلك ورڅخه كركه لري. بايد وويل شي چې د ګوند جوړونې د دې بهير د نظرياتو او عملي كړنو تر منځ توپير د ځمكې او آسمان په څير دى ځكه چې زياترو يې د هيواد د هغو بنسټولو په ورانولو پسې مټې رانغښتې چې په درواغجنه توګه يې په خپل منشور كې ځاى وركړى او ځينې بيا په ډاګه د افغانستان د ورانولو نارې وهي.• د دې ګوندونو يو شمير د پخوانيو جهادي ګوندونو له خيټې څخه راوتلي، هماغه خلك او موخې دي چې هيواد يې وران او ويجاړ كړ يوازې د خپلو ځاني ګټو د لاسته راوړلو لپاره يې د ګوندونو نومونه له اسلامي څخه ملي ته را اړولي، د ښځو د حقوقو، آزادۍ، ديموكراسۍ، هيواد پالنې او داسې نور درواغجن اشعار له ځان سره ليږدوي. بايد وويل شي چې حقيقي مجاهدين له داسې اعمالو څخه كركه كوي چې په ډيرو سپيڅلو نومونو يې د افغانستان خلك په داسې يوه ستر ناورين ورګډ كړل.• په هيواد كې د دې ګوندونو د لړۍ شمير له سلګونو اوښتى يوازې د هغو ګوندونو شمير ۸۸ ته رسيدلى دى چې د عدليې په وزارت كې راجستر شوي دي خو د دې سره سره د هيواد په داخل او بهر كې هم نوموړې لړۍ په توندۍ سره روانه ده چې پټ او ښكاره فعاليت كوي. بايد وويل شي سره لدې چې په حاضر وخت كې دا ډول ګوندونه د خلكو ملاتړ له ځان سره نه لري خو څومره چې دغه راز ګوندونه زياتيږي په هغه اندازه د افغانستان خلك په مختلفو افكارو ويشل كيږي چې زياتره يې هيواد ته روغ نيت نه لري او د راتلونكي لپاره د بې شميره خطرونو آټكل ترې كيداى شي.• ډير داسې ګوندونه هم راجستر شوي دي چې همدا اوس يې عملا د هيواد زياتره شمالي، لوديځې او مركزي سيمې د خپلو جنګي ډلو په ولكه كې دي.• د دې لړۍ زياتره ګوندونه داسې نومونه په ځان باندې ږدي چې د بهرنۍ نړۍ او پرمختللو هيوادونو له نامتو ګوندونو څخه دي لكه جمهوري غوښتونكي، ديموكراتان، كارګري پراخوالى، كنګره، اصلاح اجتماعي او داسې نور خو د ملي ټكى به بيا هرو مرو ورپورې نښتى وي.• يو شمير داسې ګوندونه هم شته دي چې يوه پخوانۍ جنګي ډله په څو مختلفو نومونو د عدليې په وزارت كې راجستر شوې او درې يا څلو ګوندونه په رسمي توګه ترې زيږيدلي دي.• سره لدې چې د ګوند جوړونې په قانون كې رسمي ګوند بايد وسله واله مليشه او جنګي خوځښتونه و نه لري خو د عدليې وزارت يو شمير داسې ګوندونو ته هم د راجستر كيدو او فعاليت رسمي اجازه وركړې ده چې وسله والې مليشې يې د هيواد په ګوټ ګوټ كې همدا اوس هم عملا د هيوادوالو د مادي او معنوي شتمنيو په چور او تالان بوختې دي. بل دا چې د ډيرو دغه ډول ګوندونو مشران او چارواكي داسې خلك دي چې د هيواد په ورانولو كې يې عملا ونډه درلوده او د تيرو ورانيو، جګړو او وژنو مسووليت ورته متوجه دى.• د دې ډول ګوندونو د مشرانو په ډله كې ځينې كسان داسې هم شته دي چې يو ګوند يې يوازې د څو مياشتو لپاره دوام كوي كله يې چې لومړى ګوند وشړيږي نو ډير ژر د بل ګوند په جوړولو لاس پورې كوي.• د زياترو دغه راز ګوندونو په مركزي شورى او اجراييه شوراګانو كې د داسې كسانو نومونه تر سترګو كيږي چې د غلو او جنايتونو په تور تورن دي. ځكه هغه خلك چې له وضعې څخه څه نا څه درك لري پوهيږي چې دا وړۍ به خداى زده چې شړۍ شي نو د ګوند مشر مجبوريږي چې د داسې كسانو په دروازه كې خپله ځولۍ و غوړوي چې په سلګونو تورونو تورن او ښه ماضي نه لري.څه بايد شوي واى؟كه د هيواد سياسي، پوهنيزې او ټولنيزې ورانې فضا ته په ژوره توګه و كتل شي چې له ګوندونو او د ګوندونو له مشرانو څخه دغه حالت ته رارسيدلي دي نو په لومړي ګام كې به غوره خبره دا واى چې د افغانستان د لنډ مهالې ادارې له تشكيل سره سم د يوه عملي فرمان په ترځ كې پخواني ټول وسله وال او بې وسلې ګوندونه منحل اعلان او د راتلونكيو ديرشوكلونو لپاره په هيواد كې هيڅ يوه سياسي ګوند ته د فعاليت زمينه نه واى وركړل شوې څو افغانانو د څه وخت لپاره د آرام ساه ويستلې واى. په همدې توګه هغه ورانكار افكار او كړنې له كاره لويدلې واى چې هيواد يې دغه حالت ته را و رساوه. لومړى خلكو ته د سالم سواد دكچې د لوړوالي په لړ كې د پوهې، سياسي شعور، ټولنيز عدالت او مخكښ رول عملي درسونه وركړل شوي واى. په دوهم ګام كې داسې يوه سالم سياسي رقابت ته د يوه او يا دوو ګوندونو د تشكيل لاره هواره شوې واى چې په علمي بنسټونو ولاړ او د افغانستان د خلكو يووالى، پرمختګ او ښيرازي يې تر ټولو لومړۍ موخه ګرزولې واى. په همدې توګه د يوه افغان شموله روغ نيت له مخې د سياست د ډګر سياليو ته ور وړاندې شوي واى.په داسې حال كې چې پخوانۍ بې شميره تربګنۍ، وژونكې وسلې، بيلتون پالي افكار، سلګونه بدۍ، د سواد د كچې ټيټوالى، د خلكو په منځ كې له يو بل څخه د مختلفو ناوړه وجوهاتو له كبله د كركې موجوديت او په سلګونو داسې نورې ناخوالې موجودې وي نو په داسې مهال كې د ګوندونو جوړول د افغانستان د خلكو تر منځ د يووالي پر ځاى د بيلتون واټن نور هم پراخ كوي، بهرنيو لاسوهنو ته لاره هواروي، په بيځايه ناندريو مشغول كيږي او د هيواد د پرمختګ په لاره كې خنډونه سر را پورته كوي. د هيواد په داخل او بهر كې د سلګونو ګوندونو جوړول، فعاليت او هغه ته د سياست په ډګر كې اجازه وركول، اوس مهال د زياتو شنونكو او څيړونكو په نظر د زهرو حيثيت لري چې د هيواد د خلكو د وضعې د ښه كولو پر ځاى هيواد د بيلون خوا ته كشوي. غوره خبره به په دې هكله دا واى چې د يوه اوږده واټن لپاره د ګوندونو د جوړښت مخه نيول شوې. په همدې توګه د غوره شرايطو د شته والي سره سم هغه مهال د هيواد په سياسي ډګر كې څو محدودو ګوندونو ته د فعاليت اجازه په لاس ورغلې واى چې د افغانستان دخلكو ملي يووالي او سياسي حاكميت ته يې خطر نه متوجه كولاى چې پرته له شك څخه به داسې يوې سالمې سياسي سيالۍ د هيواد په سمسورتيا كې لويه ونډه درلودلې واى. د اوس مهال لپاره د هيواد په سياسي چاپيريال كې بې شميره ګوندونو ته د فعاليت اجازه، د زياتو افغانانو په آند د افغانستان هيڅ درد نه شي دوا كولى چې زياتره برخه يې هيواد ته روغ نيت او د هيوادوالو ملګرتيا له ځان سره نه لري نو ښه به دا وي چې دې ډول ګوندونو ته د ((ګوندونه خروارونه)) نوم وركړل شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سرپل: په یوه اته کلن ماشوم جنسي تیری شوی", "output": "دسرپل ولایت په مرکز کې پریوه اته کلن ما� �وم ،۶تنو جنسی تیری کړی . د سرپل امنیه قوماندان محمدبلال نیرم وویل: ددي پیښی دوتنه عاملین نیول شوي خوپاتي د تیښته بریالی شوي دي.نیرم وایي دپولیس هڅي دپاتي تورن کسانو دنیولو په موخه دوام لري.دامنیه � �وماندان په وینا یادشوي ماشوم اوس مهال تردرملنی لاندي دي خو روغتیایي حالت یي نازک ښودل شوي دي.سرپل و� �ایت څخه وخت ناوخت د دغه ډول ناوړه پیښو خبرونه را رسیږي. څه موده وړاندي په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت د استازي پاینده محمد زوی هم پر یوې نجلۍ جنسي تیری کړی وو چې هغه پیښه لا تر اوسه نه ده څیړل شوي او پایلي یې هم نه دي معلومي شوي. د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون او ولسي افغانان له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه کوي چې ددغو ډول پیښو فاعلین ونیسي او ورته سخته سزا ورکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جاپان: اقتصادي حالت په چټکۍ کمزوری کیږي", "output": "میرویس جلالزی د جاپان دولت اعلام وکړ چې د ملک اقتصادي حالت یې په ګړندۍ توګه مخ پر خرابیدو دی.جاپاني چارواکي وایې چې یوازي د روان کال په دریو میاشتو کې د جاپان اقتصاد په سلو کې څلور خراب شوی او دا ښېې چې نړیوال اقتصادي کړکیچ دغه تولیدونکی مخکښ آسایي هیواد هم سخت ځپلی او لا یې هم پسي ځپي.د جاپان کورنی خالص عاید یا جي ډي پي هم د پخوا په پرتله ټيټ والی ښې او د جاپان اقتصادي کارپوهان په دې کار کوي چې څرنګه کولای شي په لنډ محال کې ځان له دغه بحران څخه وباسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كندهارکي دووبيلابيلوچاودونو مرګ ژوبله اړولې", "output": "دكندهارولايت دميرويس روغتون دجراحي څانګي دمسؤل ډاكټريونس په وينا نن سهاردلسوبجوپه شاوخواكي لومړۍ چاودنه په شاه وليكوټ ولسوالۍكي دپوليسوپريوموټرسوې چي پكښي سپاره درې تنه يې ژوبل كړي چي بياوروسته يوتن د خپلوژوروټپونوله امله په روغتون كي ساه وركړه . همدارنګه دكندهارښارپه زړه (چارسو)كي دزړواوسپنوپه دوكانوكي دېوې بلي چاودني له امله درې تنه ژوبل سول چي ديوه تن حالت يې داندېښنې وړښودل سوى دى . داپه داسي حال كي ده چي همدانن دكندهارښارشهيدانوچوك ته نيژدې په يوه ترافيكي پېښه كي څلورتنې ميرمني دموټردچپه كېدوله امله ژوبل سوې چي يوه سر،سرې ژوبل سوي اودنوروحالت داندېښنې وړښودل سوى دى ،په كندهاركي دترافيكوپه ويناچي داسي پيښي تل دموټروانانو د ناپامۍله امله رامنځته كيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "دا خو منم چي يار سينګار وي ماته څه پاته دي ستا پر وطن دي تل بهار وي ماته څه پاته دي زه به مجنون رنګه ربات پر خپل سر ودوړوم چي د ګلونو تر څنګ خار وي ماته څه پاته دي د يار پيغام پس له کلونو هيڅ راغلى نه دى چي ځوانيمرګه مي رويبار وي ماته څه پاته دي لکه سراب پر بيابانونو انتظار اوبوم تر پلو پټ چي دي اغيار وي ماته څه پاته دي د چا د هجر په محل کي ويلي ويلي سومه شپې چي تيارې شمعي انګار وي ماته څه پاته دي تر اوربلونو دي ژوندون په نظرمات دروړمه روح دي ترتا ګراني نثار وي ماته څه پاته دي تر تورو سترګو نرۍ ورځو هندو پټه کيسه قاف ته نژدې که هر څو لار وي ماته څه پاته دي لکه نغمه چي شهباز پورته کړي غزل غزل سم شرنګ د رباب چي نرى تار وي ماته څه پاته دي ملګرو پټ راته هجران ازل په غلا ليکلى لکه نصيب چي مي بيګار وي ماته څه پاته دي ٢٠٠٧/ نومبر/ ٢٩هلمند"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ارواښاد ډاکټر ګرديوال په مړينه د تسليت پيغامونه", "output": "د پښتون/افغان قامی وحدت دکا� �وان یو بل ګل هم ورژيد.خان لالا محمدافضل خان په ډیره خواشينۍ سره خبر شوم چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) دمشرتابه دفتر مشر او د پښتون قامی وحدت د کاروان لاروی، ډاکتر شیرافضل ګردیوال لدی فانی نړۍ څخه په 24.11.2007 نېټه په جرمنی کی د ابدی دنيا په لوری د تل لپاره وکوچيد. انالیه وانالله � �اجعونارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه درلوده او دپښتني نړۍ یوتکړه او روڼ انده هستۍ وه، چی د پښتون/افغان قامی وحدت په ډګر کی یی خپله میړانه څرګنده کړی او دپښتنو دبیدارولو او پوهولو په لاره کی یی په بی ساری ډول هلی ځلی کړی دی. دنوموړي مړينه دهيواداوسيمې سياسي بهير او پښتون اولس ته يو ستر تاوان دی .زه دهغه دکورنۍ ،دوستانو،ملګرو او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره دهغه دمړينې په غم کې ځان شريک ګڼم اود ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال لپاره دلوی څښتن له درباره دمغفرت غوښتنه کوم . روح دی ښاد وی٠ محمدافضل خاند عوامی نشنل ګوند مشردرشخیله ـــ سوات په ډيره خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې ډاکټر صاحب شير افضل ګرديوال له دې نړۍ سترګې پټې کړې٠ارواښاد ډاکټر ګرديوال يوه ملې پانګه وه چې د هغه مړينه نه يواځې د ګران هيواد لپاره دردونکې ده بلکه په اوسنې وخت کې د علم په ډګر کې يو لوی تاوان دې٠زه په خپل وار سره د ارواښاد ډاکټر صاحب کورنۍ ته د تسليت پيغام وړاندې کوم او د هغې کورنۍ سره د غم په ټغر ځان ناست بولم او د پاک څښتن تعالی په دربار کې هغه ته د بخښنې لپاره د دعا لاسونه لپه کوم ٠اروا يې ښاده او ياد يې تازه وسه٠ ډاکټر احمد احسان زمانېزيوريخ، سويس د غمشريکۍ پيغامډير زيات خواشيني يو چي د هېواد يوبل روڼ اندي او د هېواد او اولس خواخوږي � �يرافضل ګرديوال د تل لپاره د خپل فيض او لارښونو محروم کړلو . انا الله انا اليه راجعونسلام فرهنګي ټولنه او ټول اړوندان يې په دې غم کي ځانونه شريک ګڼو د مرحوم شيرافضل ګرديوال سپيڅلي روح لپا� �ه د لوی څښتن ( ج ) حضورته د فردوس جنت دعاکوي او کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړو . امين يا رب العالميند سلام فرهنګي ټولني په استازيتوبپوهنوال رسول باوري له ډنمارک څخه د خواخوږی پیغام په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کو چې د ګران هېواړ افغانستان یو تن مطرح علمي او فرهنګي شخصیت ا� �واښاد ډاګټر شېر افضل ګردېوال په حق رسېدلی( لوی خداې دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) خدای بښلي ډاکټر ګردېوال هم دننه په هېواد او هم له هېواد نه د باندې د خپل ټول عمر یوه زیاته برخه د افغانستان د پرمختګ ، د افغانانو د ملي او تاریخي هویت د خوندې ساتلو او پیوستون په لاره کې تېره کړه .هغه په سرلوړۍ ژوند وکړ او په نېکنامۍ یې له دې فاني نړۍ څخه ست� �ګې پټې کړې . په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک د ف� �هنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) اداره او غړي ، دغه راز ټول هغه کسان چې له ارواښاد ګردېوال سره پېژندګلو لري د نوموړي ناڅاپي مړینه د افغانستان خلکو ته یو ضایعه ګڼي او په دې توګه د ډاکټر ګ� �دېوال له قدرمنې کورنۍ او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼي او دوي ته د تسلیت ژور مراتب وړاندې کوو . په درنښت یوسف هېواددوست – د کوپنهاګن ښار د تسلیت پیغامد هیواد د علمي پانګې ډاکټر شیرافضل ګردیوال د مړېنې له کبله د ګردیوال او د هغوی د تره د ځوی ښاغلي زرین انځور درنو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوم. د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او درنو کورنیو ته د زړه صبرغواړم.انجنیر محمد انعام واکناروې دافغان ساينس پوهانوټولنې د خواشينۍ پیغام په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په پښتواوپښتونولۍ مين اودلراوبرافغانستان نامتو علمي او فرهنگي شخصیت ارواښاد ډاکتر شېر افضل گرديوال په حق ورسيد. ( انا الله وانا اليه راجعون) زه پخپله دخدای بښلي � �اکتر شېر افضل گرديوال په مړينه ديوه مسلکي کارپوه اوښخصي ملگري په صفت او دافغان ساينس پوهانوټولنې په استازيتوب سره ژوره خواښيني څرګندوم . ارواښاد ډاکتر گرديوال يوه ملې ولسي پانگه وه چې د هغه مړينه نه يواځې د گران هيواد لپاره دردونکې ده بلکه په اوسنې وخت کې د ساينس اوعلم په ډگر کې پښتون قام ته هم لويه ضايعه بولم . زه په خپل وار سره د ارواښاد ډاکتر صاحب خپلوانواو دوستانو ته د تسليت پيغام وړاندې کوم او د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او درنو کورنیو ته د زړه صبرغواړم. دافغان ساينس پوهانوټو� �نه ،له کورنۍ او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شريک گڼي . (اروا يې ښاده او ياد يې تل پاتې وي)(په درناوی) پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼپه جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنې دمشرتابه غړینيټه : ٢٨-١١-٢٠٠٧"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د طلوع ټلويزيون تر بريد لاندي راغى", "output": "د دي خصوصي ټلويزيون چارواكو وويل : تيره ماښام د كابل د لسمي امنيتي حوزي پوليسو وروسته له هغه د طلوع ټلويزيون په ودانۍ چاپه واچوله او ځيني كسان يي ترينه بوتلل چې د دي ټلويزيون د شپږو بجو په خبري سرويس كې د ملي شورا عدلي او قضايي كميسيون ته د لوي څارانوال د ځوابونو د لړۍ ځيني برخي چې په يوو خبري رپوټ كې نغښتي وي د دي ټلويزيون له لاري خپري شوي . پوليسو وويل چې ، دوي د لوي څارنوال عبدالجبار ثابت په امر د طلوع ټلويزيون د مسول او د هغه خبريال د نيولو په موخه راغلي كوم چې د ملي شورا له بهير څخه رپوټونو چمتو كوي . كه څه هم د اساسي قانون په څلورديرشمه ماده كې د وينا خپلواكي او دهمدي قانون په اته ديرشمه ماده كې عامه شتمني او شخصي ملكيتونه له هر ډول تعرض څخه په آمان ښودل شوي خو سره له دي هم پوليسو تيره شپه د طلوع خصوصي ټلويزيون ګڼ ساتونكي او مامورين وهلي ډبولي او وروسته يې ورته سپكي سپوري هم كړي دي . د دي ټلويزيون حقوقي مشاور عبدالله چې د پوليسو له خوا تر نيول كيدو وروسته خبري كولي افغان دولت د وينا د خپلواكۍ په ځپلو او وژني تورن كړ . د ښاغلي عبدالله په وينا چې دوي د ښاغلي ثابت د وينا هغه برخه په خپل خبري سرويس كې خپره كړي وه كومه چې پكې نوموړي په افغانستان كې په پلي سيستم باندي نيوكي كړي وي . خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیا په همدې اړه یوه اعلامیه کي وایی چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تاکيد کوي چې دا ډول مسايل د رسنيو د شکايتونو او تخطيو د څېړنې د کمېسيون کار دى . همدا راز په اعلامیه کي لیکي : د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د طلوع ټلوېزيون له مالک سعد محسني سره په ټلفوني تماس کې ده ته د نوموړي ټلويزيون د کارکوونکو د آزاديدو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ياد شوى کمېسيون به دغه پېښه تر غور لاندې ونيسي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نشه ځواني", "output": "هغي چي سروشندوسورخي واخيستهرانه يي مينه دزړګي واخيسته هغه غوټي وه لا ګل شوي نه وهخوله په چمن کي تري اغزي واخيسته هغه وه پاڼه راپيده نازکهخزان وهلي وه سپرلي واخيسته نشه ځواني يي وه چي تلاپهلارهميني يي ست� �ګوکي مستي واخيسته نسيم ليوال ديادوي په زړه کي تاچي زمانه روحصاتي واخيسته"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لومړې ځل لپاره يو ځانمرګې بريد شنډ شو", "output": "د كابل د امنيه قوماندانې له جنايې جرمونو سره د مبارزې مدير علي شاه پكتياوال وويل دوى مخكې تر دې چې ځانمرګى بريد كونكى ځان والوزوې داسي استخباراتې راپورونه يې تر لاسه كړې وو چې يو ترهګر غواړې په كابل كې چاودنه وكړې. د پكتياوال په وينا ځانم� �ګې بريد كونكې ته په سيمه ييز وخت ۱۲ بجې د كابل د هوايې ډګر په سړك د ودرېدو امر وشو، خو هغه له امر څخه په س� �غړونې سربيره خپل د بمونو ډك موټر په يوه له ګڼه ګوڼې تشه سيمه كې د سړك پر سر والوزاوه او په خپله ټوك ټوك � �و. په دې چاودنه كې د پكتياوال په وينا ځكه ملكې كسان نه دې وژل شوې چې د هوايې ډګر سړك مخكې تر مخكې د پوليسو له خوا تړل شوى وو. پكتيا وال د ځان وژونكې د هويت په اړه څه و نه ويل خو هغه راپورونه يې رد كړل چې ګواكې په دې چاودنه كې درې تنه ملكې كسان ژوبل � �وې دې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مڼه بڼوال : د هيواد مڼو ته دي نړيوال بازار پيدا سي", "output": "دوردګو په ولايت کې دمڼو يو ګڼ شمېر بڼوال د خپلو مڼو لپاره دنړيوال بازار غوښتونکي شول ، دغه بڼوال يو دوردګو په ولايت کې دمڼو يو ګڼ شمېر بڼوال د خپلو مڼو لپاره دنړيوال بازار غوښتونکي شول ، دغه بڼوال يو ځل بيا په داسې حال کې د مڼو لپاره دنړيوال بازار غواړي ، چې دوه مياشتې وړاندې يې دخپلو زردالانو دحاصل لپاره هم دنړيوال بازار غوښتنه کړې وه . په دغه ولايت کې چې دڅو تېرو کلونو په پرتله سږ کال په لوړه پيمانه مڼې پلور ته چمتو دي يا پېرودونکي نه لري او يا په داسې بيه له بڼوالو نه غوښتل کېږي چې په مڼو شوى لګښت نه شي پوره کولاى دهمدې ستونزې په اړه په وردګو کې ګڼ شمېر بڼوال له دولت نه د نړيوال بازار غوښتنه کوي . دوردګو والي عبدالجبار نعيمي دبڼوالو دنوموړې ستونزې په اړه وايي چې په دې برخه کې مې له اړونده چارواکو سره خبرې کړې او ډېر زر به يې نتيجه په ډاګه شي . وردګ بڼوال په داسې حال کې دخپلو مڼو لپاره نړيوال بازار غواړي چې دتېرې يکشنبې په ورځ دنوموړي ولايت په مرکز ميدان ښار کې دلاسي صنايعو او دکرنيزو توکو يو نندارتون هم په لاره اچول شوى وو چې نندارچيان يې نه يواځې کورني بلکي بهرنيان هم وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دعبدالخالق فراهي د خلاصون لپاره څه شوي دي ؟", "output": "د پاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خ� �اصون لپاره هڅې ډيرې پڅې او په ټيټه كچه ددوه ګاونډيو هيوادونو له خوا پر مخ روانې دي.د هغه له تښتول كيدو څ خه نژدې درې اونۍ تيريږي خو دافغانستان او پاكستان د چارواكو په هڅو كې هيڅ پرمختګ نه دى ليدل شوى.ددې اونۍ په لومړيو كې يو ځل د پاكستان چارواكو اعلان وكړ چې حاجي عبدالخالق فراهي يې ژغورلى دى خو وروسته بيا دا اع� �ان ناسم وخوت.په افغانستان كې خلك په تعجب سره د دواړو هيوادونو هڅو ته ګوري او وايي چې د ښاغلي فراهي د خلاصون ددوى لپاره مساله جدي بڼه نه لري. تر اوسه دا لا څرګنده شوې نه ده چې دپاكستان لپاره د افغانستان سفير چيرته ساتل كيږي .دپاكستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي سلاكار رحمان ملك او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين ددې مسالې لپاره وړ خلك نه دي او دوى په دغسې چارو كې د پريكړو واك او ځواك هم نه ل� �ي.افغان حكومت د خپل يو لوړ پوړي ډيپلوماټ له خوشې كولو سره مينه نه لري او د پاكستان حكومت په اسانۍ سره پړه پر طالبانو اچولې او ځان يې خلاص كړى دى .هيڅوك نه وايي چې ښاغلى فراهي به خپله د پاكستان د حكومت له خوا تښتول شوى وي ، ټول دا مني چې ښايي طالبانو يا هم په پاكستان كې نورو دولت مخالفو كسانو دا كار كړى وي .خو د خ� �اصون لپاره يې دواړه دولتونه جدي نه دي . پا كستان په دې مسول دى چې د دود له مخې د يو بهرني ډيپلوماټ امنيت ټينګ كړي او افغانستان په دې مسول دى چې د خپل ډيپلوماټ د خلاصون لپاره پريكنده ګام نه اخلي.حامد كرزى ا و د هغه د بهرنيو چارو وزير سپنتا بايد د خپل عالي رتبه ډيپلوماټ د خلاصون لپاره هڅې نه كوي .د ښاغلي فراهي له تښتول كيدو وروسته دافغانستان ولسمشر حامد كرزي ، د هغه وياند همايون حميد زاده، د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا مطبوعاتي كانفرانسونه وركړي دي خو دپاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خلاصون مساله يې هيڅ نه ده ياده كړې .ددې مانا داده چې ښاغلي كرزي او د هغه د بهرنيو چارو وزير ته دخپل يو ډيپلوماټ ژوند هيڅ ارزښت نه لري .د پاكستان حكومت بايد خپل مسوليت درك كړي او دكوربه هيواد په توګه هلته د خپل ګاونډي افغانستان د تر ټولو لوى ډيپلوماټ په خلاصون كې جدي شي.دپاكستان د كورنيو چارو وزارت بايد په دې اړه جدي ګامونه واخلي او د افغانستان خلكو ته ثابته كړي چې رښتيا هم دافغانانو تر ګردو نژدې ملګرى دى.خو په دې اړه د پاكستان حكومت له بده مرغه ډير څه نه دي كړي . كه چيرې دوى كومې لاسته راوړنې نه لري بيا دې له سيمه ييزو خلكو وغواړي چې د حاجي عبدالخالق فراهي په خلاصون كې چټكې هلې ځلې وكړي .دافغانستان حكومت بايد همدا كار وكړي ، د قبايلو او قومي مشرانو جرګه راوغواړي او د حاجي عبدالخالق فراهي د خلاصون په اړه غوڅ دريځ خپل كړي .خو د افغانستان هڅې كه يوازې د يو وزارت د وياند تر مشرۍ لاندې روانې وي ،نو په راتلونكو نژدې ورځو كې دپاكستان لپاره د افغانستان د سفير د خلاصون هيلې كمې شي.د فراه په ولايت كې لوى لاريون وشو او عادي افغانانو له كابل او اسلام اباد وغوښتل چې د عبدالخالق فراهي په خلاصون كې جدي ګامونه واخلي .دالا� �يون يې يو پيل وو . ښاغلى فراهي چې د ولس ترمنځ ډير محبوبيت لري ښايي ددې لاريونونو لړۍ پراخه شي او بيابه دواړه دولتونه مجبور وي چې خپلې هڅې ګړندۍ كړي .ددې لپاره زموږ غوښتنه داده چې سر له اوسه د عبدالخالق فراهي د خلاصون لپاره رسمي هڅې وشي او دواړه ملكونو په روښانه ټكو كې خلكو ته په ډاګه كړي چې دوى تر اوسه د ښاغلي فراهي د ژغورنې په برخه كې څه كړي دي ؟ ځكه چې د ټول ولس هيلې دادي چې د پاكستان لپاره د افغانستان سفير ژر تر ژره راخوشې او خلك ډاډه شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ما مینه نه ده کړې", "output": "ما بې له مرګهبې له جنګه نور څه نه دي کړيما مینه نه ده کړېما په سوغات کې خپلې مینې ته ډالې وړې دهخودسرونوډالۍزما له تورې نه دپیوسره وینه څاڅيما غوټې ونه لیدېما مې د لورنه پنسل ما ت کتا بچې وسیځلېما یې دخوږ زړه درزا نه اوریدهما یې له لاسونونه قلم تاووکړه اوچیغې یېما یې سلګیوکې (مه) نه اوریدهما یې پرمخ د خپل ښونځې دروازې وتړلېما دا پښتواوغیرت هم کړی دیما مې د پيغلې پښتنې هیلې شهیدې کړلېما دا سپیڅلې غزاهم کړې دهما پیغله لورژوندې زاړه قبرکې خښه کړلهما داسپيڅلې � �وا هم کړې دهما یې معصومې سلګې نه اورېدېما یې په سترګوکې ساړه ما ښام ته ونه کتلما یې په هیلوخاورې واړو� �ېزما دا ټولې رشتې دغسې دیما ته اشنا وویل چېتوره لري نوم لري تهولې اوس چوپه خوله یېتا ترډهلې اوتر تهرانه پاچهې کړه دهولې اوس چوپه خوله یېما دنیکه چقمق ټوپک ته لاس کړېمنډه مې کړهما چاته ونه کتل ،ما شاته ونه کتلما مې خپل ورور وویشته ومې وژهاوس یې بچوړې ددې نوي ښار زړوکوڅوکېپه دې چا ودلو پا پوپه مارسیډیزو او موټروپسې منډې وهېخیرټولويما داسې ژوند کړی دیما دا پښتوکړې دهما مینه نه ده کړیما ښا یست ونه لیدهکه زه همدغسې وومزه ارام نه شم لیدی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان دقومونودتفاهم ملی نهضت دعالی شورا", "output": "بسم الله الرحمن الرحیم دافغانستان دقومونودتفاهم ملی نهضت دعالی شورا اعلام یه ; ! دافغانستان دقومونودتفاهم ملی نهضت چی دخپل جوړښت دپیل نه یی دګران افغانستان دستونځوحل یوازی دټولووروڼوقومونوپه یووالی کی لیدی اوګوری یی اوودی مقدس ارمان ته درسیدودپاره یی ډیری هلی ځلی اومبارزی کړیدی اوکوی یی اوس چی دیوه پلوه ګران هیواد دډیرحساس پړاونه تیریږی په هیوادکی دهراړخیزتغیراتوسخت ضرورت دی دافغانستان دقومونودملی نهضت عالی شورا دخپل هغه تاریخی اسلامی اوملی مسولیت په اسا س چی دخپل مظلوم ملت ، خپلی مقدسی خاوری، اسلام اوتاریخ په وړاندی یی لری د۱۳۸۷کال دلړم په اتم ه نیټه یوه فوق العاده غونډه وکړه اوپه دی غونډه کی لاندی اعلامیه خپروی . اول:دافغانستانټولودرنو� �ومونو،قدرمنومشرانو،حق غوښتونکودینی عالمانو،پاکواوقهرمانومجاهیدینو، وطن پالوروشنفکرانو، ځورید� �وخوندو، غم ځپلوځوانانو ،سیاسی ګوندونو ، مدنی ټولنو، ملی سوداګرو، وږوتږوګروندګرواودهقانانو، دښوونی او� �ونی ،لوړوزده کړو، دملی اردو، ملی پولیسومنسوبینو، قومی اوولسی شوراګانو صنفی اومسلکی اتحادیو خوږمنو معییوبینو په پردی دیارکی سرګردانه مهاجرینو، کونډواو یتمانو،فرهنګی جوړښتونو او ټول میړنی ملت ته خواست کوی چی دګران افغانستان دژغورنی اوساتنی په خاطرلاسونه سره ورکړی اودیوه باجراته ملی مشرتابه چی په غلا ، قتلونو، ملی خیانت ، قومی تعصب ،اواختلاص تورن نوی پرشاوخوا راټول سی ترځوپه ګډه یوه سالمه اداره اودامنیت ډاډمنه فضا رامنځ ته کړای سو، وروروژنی ، غربت، بی اتفاقی اونوروناخوالوته دپا ټکی کښیږدو. دوهم : - دافغانستان دقومونوملی نهضت عالی شورا دټولټاکنوپرکمیسون ،دولت اونړیواله ټولنه ږغ کوی چی داساسی قانون داوصولواودټولټاکنودلایحی سره برابرټولوهغوافغانانوته چی درایی ورکولوحق لری دکارت اخیست� �واورایی ورکولودپاره ډاډمنه فضا رامنځ ته کړی پرته له دی به هم ټولټاکنی هم دټولټاکنوکمیسون ،دولت اونړیوا� �ه ټولنه ټول ترسوال لاندی راولی اودټوټاکنی به خپل مشروعیت دلاسه ورکړی مسول ارګانونه باید هغه ستونځی چی دامنیت اودټولتاکنود وخت د ځنډ یدوپه لاره کی پرتی دی ژرترژره لیری کړی . دریم : دټولټاکنوکم یسون اونړیواله ټولنی نه هیله کووچی په انتخاباتوکی دهرډول درغلیو رشوت ، دمقام اوموقف نه دغیرقانونی ګټه پورته کولونه په کلکه څارنه وکړی اوټوکټاکنی دی پرخپل قانونی وخت اوپه شفاف ډول ترسره کړی. ځلورم : دافغانستان دقومونودتفاهم ملی نهضت عالی شورا دافغانستان دټولووروڼوقومونوسره دپرله پسی مشورواودهغوی دغوښتونوپه اساس اوهمدارنګه دافغانستان داسنی بحران نه دراوتلوپه خاطر دولسمشری دپاره ښاغلی سردا� �عبدالعلی سراج دغازی اعلحضرت امان الله خان وراره چی دلوړوتحصلاتودرلودونکی یووطن دوسته اوملی شخصیت دی خپل کاندید اعلانوی ټولومشرانواوکشرانو اومیړنی ملت بلنه ورکوی چی زموږددی کاروان سره ملګری سی اوهم ژرت� �ژره په هیواد کی دهغو تغیراتوپه هکله ټولنه ورته ډیرضرورت لری خپلی نظریی اوپیشنهادونه د نهضت عالی شورا ته راولیږی. پنځم : - دښاغلی سردارعبدالعلی سراج نه په ډیره درناوی هیله کووچی زموږ دی پیشنهاد ته مسبت جوا ب ورکړی . ومن الله توفیق دافغانستان دقوم ونودتفاهم ملی نهضت عالی شورا کابل – افغانستان د۱۳۸۷کال دلړم اتمه ادرس – دکلا فتح ال� �ه څلورلاری مدینه بازار دنهضت دفتر لمبرتلفون ----- ۱۷۹۷۹۰۷۴۳۸"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان دکـړکـېـچ دحـل لار (اوومه او وروستی برخه )", "output": "لیکوال : دکتور فاروق أعظم دافغانستان دمطالعاتو دمرکز مشراو دلندن په پوهنتون کي داوبو دکشالو دڅيړونکي ډلي غړی ددې � �یکني [لومړي برخه] ـ [دوهمه برخه] ـ [دریمه برخه ] [څلو� �مه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] دلته وګوری بـديـل بايد لاندي څو ټکي په پام کي ونيسي: 1. دطرحي په اساس د ... کلو لپاره افغانستان ته يو انتقالي حکومت جوړول چي دموجوده حکومت ځای ونيسي. داحکومت ائتلافي ندی او غړي يي دکوم هيواد يا افغاني ډلي نمايندګي نکوي خو دچاسره دښمني هم نلري او ددولت واک دچا يا ډلي يا هيواد پرضد نه استعمالوي. انتقالي حکومت خپل واک د نوي اساسي قانون د اح کامو مطابق دخپلي دورې په اخيرکي ومنتخب حکومت ته سپاري. 2. افغانستان ډير مهم ستراتيژک موقعيت لري چي د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا، چين، ايران او خليج په منځکي پروت دی. افغانستان که مستقر وي په سيمه کي لوی مثبت رول لوبولای سي. او دا هيواد هغه وخت مستقر کيدای سي چي بېطرف وي. افغانستان هغه وخت افغانانو او نوروته دسر درد سويدی چي بيطرفي يې خرابه سويده. په 19 پيړۍ کي برتانويانو، په شلمه پـيـړۍ کي روسانو، ورسته دافغانستان ګاونډيانو او د 21 پـيـړۍ په سرکي د امريکا مداخلو افغانستان او سيمه دبحران سره مخ کړه. حتی غيردولتي او انف� �ادي مداخلاتو او دالقاعدې مليشوته پناه ورکولو هم افغانستان او سيمه بحراني کړه. دافغانستان بقاء په بيطرفي کښې ده چي دګاونډيانو سره ښه روابط ولري او د نړيوالي ټولني انډيوال وي.افغانستان بايد دسويس پشان يو بېطرف هيواد اعلان سي؛ بايد تضمين سي چي نه افغانستان دنورو په چاروکي مداخله کوي او نه نور دافغانستان په داخلي ام ورو کي لاسوهنه کوي. ګاونډيان بايد دافغانستان بيطرفي اوعدم مداخلت ته متعهد سي او افغانستان پخپل وار دهغوی په داخلي چارو کي دعدم مداخت تعهد وکړي او دملګروملتونو مؤسسه بايد دافغانستان دګاونډيانو دغه تعهد تضمين کړي.3. ټول خارجي فوجونه بايد له افغانستانه په يو مناسب مهالويش ووزي. افغانستان پداسي يوه جغرافيائي موقعيت کي واقع دی چي بهرنۍ مداخله که دهرچا لخوا وي نوري مداخلي هڅوي. 4. ټول غيرافغان انفرادي مسلح � �وتونه بايد له افغانستانه ووزي.5. ددې پرځای چي افغانستان تل دخپل جغرافيائي موقعيت قرباني وي، که ف� �صت ورکړه سي يقينا به دا هيواد سيمي ته دثبات يو مهم عنصر وګرځي. داځکه افغانستان نه يوازي د اوبو ښې زيرمي او � �ير ګټور معدنونه لري چي دسيمي دهيوادو په هوسائي او پرمختګ کي ورڅخه کار اخيستل کيدای سي بلکه دا هيواد د م� �کزي اسيا، جنوبي اسيا، چين، او منځني ختيځ ترمنځ د راکړي ورکړي مهم پل کيدای سي. يو ارام افغانستان دسيمي دثبات لپاره ډير ګټور دی. تراوسه هروخت چي په افغانستان کي نا ارامي پيدا سوي يا چا پيدا کړېده نو ګاون� �يانو او حتی نړيوالو ددغه اور څخه د ځان ساتلو لپاره افغانستان ته ور دانګليدي. خو څرنګه چي دوی پخپل منځکي جوړ ندي نو کله چي هغه اور څه قابو سويدی دوي هلته بيا دخپلمنځي رقابتونو اور بل کړيدی او پدې ډول يې افغانان په يو بل مدحش اور اړولي دي چي دهغه اور تاو هم همدغو اوربلوونکو ته رسيدليدی. او بيا همدوی حيران وي چي خپل بل کړی اور څنګه مړ کړي. دا ورانونکی بحران هرڅو لسيزي وروسته بيا بيا راپيدا او تکراريـږي، افغانان پکي سوځي او سيمه ناقراره کوي. زه توقع نلرم چي پرافغانانو دي د چا زړه وسوځي او پردې مظلوم او زوريدلي ولس دي څه رح م وسي. داځکه تراوسه داډول انساني ضمير په چا کي پـيدا نسو. خو وايم چي افغانستان د سيمي يوه مهمه برخه او د نړيوال کلي يو مهم کور دی چي نا ارامي يي هروخت ټول نا ارامه کړيدي. راسئ ټول لږ په سړه سينه غور وکړو چي زموږ ټولو خير په څه کي دی او څنګه دبحرانونو دا شيطاني دائره ماتولای سو او ددې په عوٍض کي چي ناقرار افغانستان دسيمي او نړيوالو د ناقرارۍ سبب سي او يا ګاونډيان او نړيوال په افغانستان کي د عدم استقرار سبب سي، افغانستان د سيمي په ثبات او سوکالۍ کي مهم رول ولوبوي. هغه هيواد چي د سيمي او نړۍ د ناارامۍ او عدم استقرر سبب کيدای سي دثبات او پرمختګ سبب کيدای ئې هم سي. افغانستان ديورنډ دخط هاخوا په قبائلي سيمو، دهندوستان په کشم ير او دمرکزي اسيا او ايران په ثبات کي مهم رول اداکولای سي. 6. دټولو ګاونډيانو سره دافغانستان ښې او يا کم ترکمه عادي اړيکي بايد دافغانستان دبهرني سياست مهمه برخه وي او پرېـنـږدي خاوره ئې ديوګاونډي په ګټه او دبل په ضرر وکارول سي. 7. افغانستان به دنړيوالي ټولني سره دوستانه روابط لري؛ نړيوالو ته بايد دا ثابت کړه سي چي افغانستان دچا غلام نه بلکه دمسؤليت په احساس سره دنړيوالي ټولني يو باوري انډيوال او دوست دی. 8. دافغانستان موجوده نظام چي دزورواکانو په لاس کي ورکول سوی او داستعماري ګټو په حکم مناصب پر � �وم، ژبه، نژاد او دتوپک پرشمېر ويشل سويدي بايد اصلاح سي. په نوې انتقالي دوره کي بايد ددولت منصبونه داهليت، لياقت، مؤثريت، احتساب او شفافيت پربنياد توزيع سي. دا ډول قابل او سم حکومت به يقيناٌ دافغانانو او نړيوالو اعتماد او همکاري ورجلب کړي.9. دتيرو ديرشو کلو په موده کي دزمامدارانو قوت دخلکو په توهين، ازارو� �و، شړلو، وژلو او بمباريوکي استعمال سويدی چي بده نتيجه ئې ټول وينو. نوی انتقالي حکومت بايد دغه پاليسي وو� �س ته په ځان رسولو بدله کړي؛ ولس ته بايد دهغوی دمستقبل يو واضح تصوير او کړنلاره ورکړي او دځان سره يې ديو هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره ملګری کړي.10. څرنګه چي دافغانانو موجوده کړاؤنه ترډېره حده دبه� �نيو قوتونو دمداخلو نتيجه ده نو دا دنړيوالي ټولني فرض دي چي ددغه کړاؤنو په ختمولوکي به هم مرسته ورسره کوي. نړيوالي مرستي بايد ديوې معيني مرسته کوونکي ادارې لخوا تنظيم سي او هرهيواد اجازه ونلري چي هرچيري او هرڅوم ره چي ئې خوښه وي پيسې مصرف کړي. مرسته سوې پيسې بايد ددولت د پنځه کلن پلان په چوکات کي دافغانستان د بيا� �غوني لپاره ولګول سي. دا پلان بايد مارشال پلان ته ورته وي دکوم دعملي کيدو چي ښاغلو بوش او بلير وعدې کړيدي. د لومړي پنځکلن پلان په تطبيق سره به افغان دولت ترډېره حده دخپلو خلکو او نړيوالو هغه باور ترلاسه کړي چي داهيواد سمي خواته روان دی، امن او عدالت به تأمين، اقتصاد به وده وکړي او نړيوال رقابتي بازار ته به لار پ� �انيزي. دا وخت به افغانستان د نړيوالي ټولني يو مثبت غړی وي او د سيمي په استقرار او دمخدره موادو دتوليد او � �اچاق په مخنيوي کي به معتنابه کردار ادا کړای سي. پای"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کې ٥ پوليس وژل شوي دي.", "output": "د کندهارښار په لويديځ د شپږمې ناحيې دپاتاو پر امنيتي پوسته د يکشنبې پر ماښام وسله والو موټر سايکل سپرو بريد وکړ چې په ترځ کې يې ٥ تنه پوليس مړه او ٣ تنه ټپيان شوي دي . عينى شاهدان وايي وسله وال بريد کونکى په بيړه د پېښې له ځاى څخه وتښتيدل . په کندهار کې دولتى چاراکو په دې هکله څرګندونې نه دي کړې .دطالبانويو وياند قارى يوسف بيا د ٦ تنو دولتى پوليسو دوژلو خبره کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فاتحې خبرتيا", "output": "په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د اريانا ټلويزون د مسول او پياوړي ليکوال ښاغلي احسان الله ارينزي ماما له نړۍ نه سترګې پټې کړي، د نوموړي جنازه تېره اونۍ پخپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته سپارل شوې، د ارواښاد ټولو دوستانو او ملګرو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوموړي فاتحه د پنج شنبې په ورځ د خوشال مينې په ګويټي جومات کې اخيستل کيږي. اروا يې ښاده وخت: د ماپښين له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دمنفي کسانوشتون اوددوی منفي سیاستونه", "output": "اوس چې وروسته تر ډيرو ناندریو ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې او په افغانستان او ټوله نړۍ کې د دې ټاکنو پر ضد رنګارنګ ډنډورې وغږیدې او د دې له امله د بهرنیانو د فشار له امله ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې او د ښاغلي عبدالله سوګند پوره شو چې دا لا ډير مخکې ویلي وو چې دی د دې ټاکنو پایلې نه مني او که چیرې پایلې د ښاغلي کرزي په ګټه اعلان شي نو دی به وسله وال اخوډب ته لاس واچوي د دې سره سره ښاغلي عبدالله ډير داسې څه وکول چې د دې هیواد په ګټه نه وو او نه کله داسې کړې د دې هیواد په ګټه تمامې شوې دي خو په هر حال اوس نو داده عبدالله یو ځل بیا پایڅې را بډ وهلې دي ترڅو د افغانستان په دې نازک حالت کې داسې کارونه او داسې چارې ترسره کړي چې یوازې د ده وجدان او ضمیر ېې مني نه د هیواد او هیوادوالو. هوکې اوس د دې پوښتې وخت هم راغلی چې د دې ښاغلي څخه پوښتنه ووشي چې ته دومره کاري سړی وې دومره په کار پوهیدې دا څو لسیزې چې ستاسو د لاسه دا هیواد دړې وړې شو هرڅو مو ورته لوټ تالان کړل او په پای کې مو هیواد په کنډواله بدل کړ،سمتي او حزبي لورو ته مو لمنې ووهلې او داسې ډير څه مو وکړل چې تل یې تکرارول نور د هر لوستونکي او اوریدونکي لپاره ستړي کونکي دي ولې د هغه وخت د دې هیواد لپاره داسې هڅې نه کولې، ولې دې په قدرت مین رباني ته نه ویل چې نور د خدای په خاطر د دې هیواد د راتلونکې په خاطر د ولسمشري څخه تیرشه او راځه د یوه سیورې لاندې راټول شو سره ځکه تاسو او ستاسو ننی او پرونی ټيم ستاسو سره په دې ناخوالو کې ګډ خلک وو، اوس اوس چې تاته د ولسمشر کرزي کړنې د منلو وړنه دي ولې دې هغه وخت چې ته د بهرنیو وزیر وې او یا وروسته تر دې په هیواد کې دې ځان ته یوه پيژندل شوې څيره ویله چیغې نه وهلې،ترڅو دې هیواد او د دې هیواد میشتو کسانو تاسو د یوه ریښتوني افغان قضاوت لقب در کړای وای، اوس چې بهرنیو سفارتونو ته د دې لپاره چې ګواکې زه بریالی نه شوم او یا داچې ماته په راتلونکې حکومت کې ونډه نه راکول کیږي بهنیو هیوادونو ته چیغې وهې او سفارتونو ته یې ورځي هغه وخت چې په هیواد کې په سلګونو کسان د بهرنیانو لخوا ووژل شول او لا وژل کیږي چیغې نه پورته کولې ولې دې د دې هیواد د راتلونکې لپاره داسې چارې نه ترسره کولې ترڅو ټول وولس تاسو ته رایه درکړې وای او یایې ستاسو لپاره چیغې پورته کړې وای،تاسو د دې په ځای چې په ټاکنو کې دا غږ د دې لپاره پورته کړ چې زه اصلا قندهاری یم او پښتون یم تر څو په دې بهانه رایې لاس ته راوړې ولې د یو افغان په نو خپل ځان وونه نوماوو ترڅو په دې هیواد کې ملي یو والی راشي، ځکه چې دلته هرڅه په دې کیږي چې په دې هیواد کې اوس تر ټول د مخه یو کس ملي یوالي ته کار وکړي نه سمت حزب او ډلې ټپلې ته ځکه چې دلته ډلو ټپلو تل ناخوالې زیږولې دي چې اوس اوس د دې ناخوالو زیږونکې ډله همدا ستاسو په شتون کې ستاسو متحده جبهه ده،او داده نن او پرون دا نارې هم وهې چې د ټاکنو په کمیسون کې تغیرات راشي ځکه چې ته په خپله د غلطي څخه ډک یې او هر چاته د غلط ګومان کوې، او نن خو دې په یوه ناسته کې وویل چې د هیواد په کابینه کې دې هم د ځينو وزیرانو دندې وځنډول شي ایا ته د ځان لپاره اوس غواړې چې ټول هیواد په لمبو کې نور هم وسوځوې ځکه تر دې دمه خو د هیڅ چا زړه پرې نه ده یخ شوی، اوس دې سیاستونو ته چې ته یې کوې څومره سم او د دې هیواد په ګټه سیاست وايي ځکه چې سیاست په سمه او مشروع ډول د قدرت لاس ته راوړل دي نه داچې لکه ته چې وایې چې مونږد لړم د میاشتې تر ۹ نیټې د ټاکنو کمیسون ته وخت ورکړی او ټولې اړیکې مو د دې کمیسوس سره پرېکړې دي.زمونږ هیواد څه ناڅه تر دې دمه هم ویده دي او داسې پوښتنه هم نه کوي چې د عبدالله پډله کې ولاړ کسان څوک دي اوس یې دې هیواد ته څومره کار کړی او په تیر وخت کې یې د دې هیواد لپاره څومره کار کړی ده ، ځکه چې د ده په ټاکنیزو هڅو کې شامل کسان ټول داسې څوک دي چې یوڅه قدرت په لاس کې لري ولې دا خلک د دې خلکو څخه پوښتنه نه کوي چې تاسو څه وکول چې اوس به یې د دې نوماند سره د دریدو په ترڅ کې وکوۍ.په رسنیو کې مو د ده تیره کابینه چې په ډاګه شوه تاسو لیده چې څومره وړکسانو د وړو څوکیو لپاره ښاغلي عبدالله نومولي وو،هوکې ځينې وکیلان چې اوس د ښاغلي عبدالله سره ولاړ دي او په هر تلویزون کې ناست وي ولې مخکې د خپلو خلکو لپاره په تلویزونونو نه را ښکاره کیدل د بیلګې په ډول مونږ کله په رسنیو کې ملالۍ اسحاقزۍ نه وي لیدلې چې داسې جدي غږیده،د آغلې اسحاق زۍ څخه غواړم چې د دې په ځای چې په کمپاینونو کې ګډون وکوي د امریکایانو لخوا دې د په کندهارکې د ۲۲ کلن ځوان حبیب الله د مرګ پوښتنه وکوي چې د واده په ارمان یې سره لاسونه ګوته یوړل چې ولې چا وواژه ترڅو جوته شي چې په خدای قسم ګران کندهار هم داسې وکیله لري چې کولای شي د کندهار د هر وګړي پوښتنه وکوي نه داچې هسې تل د منفي سیاستونو لپاره په تلویزونونو کې ناسته وي او هسې اوتې بوتې وايي. او نه مو چیرې توخي صیب لیدلی وو چې د زابل لپاره یې جدي خبرې کړې وي او د دې ولایت د خلکو لپاره یې د څه غوښتنه کړې وي او نه مو د لوګر نماینده فضل الله مجددي لیدلی چې ده د لوګر لپاره څه کړي وي او یایې د لوګر غږ پورته کړی وي ځکه چې په لوګر د دې ټولو وکیلانو لپاره د لوګر لپاره یوازې ډاکټرې شکیلا هاشمي چې یوه ښځه وکیله ده څه ناڅه منډې وکولې نو دغو نورو څه وکول چې نن ناست دي او د خلکو څخه خپل نوماند ته د رایو غوښتنه کوي ایا دوی به کوم خلکو ته ووايي چې راځۍ او زمونږ نوماند ته رایه ورکړی،اوس که چیرې اصلې موضوع ته راشو نو ویلای شو چې د دې ښاغلي کاري ډله او کارکونکي ټول د یو ډول منفي سیاست کونکو یو تر کیب ده چې دوی پکې راټول شوي دي او غواړي چې په هیواد کې اوبو خړې کړي او ماهیان پکې وونیسي.زه دلته د کرزي پلوي نه کوم چې ووایم زه به دا لیکنه د کرزي په پلوي کوم خو یوازې د یو افغان په توګه دا یلای شم چې کرزی په هیواد کې د ملي یووالي لپاره د عبدالله د ټولو رایو څخه د ډيرو رایو څخه تیرشو او دا یې ښه وګڼله چې راځه د دې هیواد هرهغه وکړی چې د دې واقیعتونو څخه نه وي خبر په دې پوه شي چې زه د یو افغان په توګه پرې افریني وایمو او په راتلونکې چې انشاالله حامدکرزی به وړنکی وي هیله لرم چې نور د د دې هیواد د ملي یوالي په خاطر د دې خلکو سره له هرډول معاملې څخه تیرشي داسې وړ کسان دې په راتلونکې کابینه کې وټاکي چې د هیواد په هیڅ ډول معامله کې لاس وونه لري لکه تیر مهال یې ډير داسې وړکسان را وغوښتل چې زه دلته د یو څو تنو یادونه کوم چې هریو یې د هیواد په سطحه لوی اقتصاد پوه او استاد ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی،پرفیسورعلي احمد جلالي،ښاغلی ډاکټر رنګین دافرسپنتا او ښاغلی ډاکټر انوراحق احدي صیب چې دا ټول داسې وړ کسان وو چې هیڅ چا پرې ګوته وونه نیوله اونه یې د دې هیواد پر ضد په هیڅ ډول کړنو کې لاس درلود هیله ده چې د کرزي صیب راتلونکې کابینه همداسې د وړ کسانو یوه کابینه وي او ولسمشر کرزي ته زه ډاډ ورکوم چې که چیرې ته د دې هیواد د ملي منافعو لپاره هرڅومره جدي واوسې نو ټول هیواد او هیواد وال به له تاسره وي ځکه چې او س اوس ټول هیواد په دې پوه ده چې څوک څه غواړي خو اوس ټولو هیواد والو ته دا په کار دي چې ترڅو خپله رایه سمه وکاروي او داسې یې وکاروي چې نور نو هرڅوک په خپل ځای کښینې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کي رايي اچول پيل سول", "output": "نن سهار پر شپږ بجې په کندهار کي هم د نور افغانستان په څېر د رايه اچولو کار تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي پيل کندهار د وږى ٢٧مه، ١٣٨٤ل خليل سروري او انتقام نن سهار پر شپږ بجې په کندهار کي هم د نور افغانستان په څېر د رايه اچولو کار تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي پيل سو. په کندهار کي د کابل، مزارشريف، بدخشان، خوست ،کونړ، ننگرهار او ځينو نورو ولايتونو غوندي لومړى د رايه ورکولو په مرکزونو کي ډېر خلک نه تر سترگو کېدل خو ور_ور دغو مرکزونو ته د خلکو گړندى بهير رامات سو، دا لړۍ اوس هم روانه ده په ښار کي د ملي پوليسو، ائتلافي ځواکونو او د کانديدانو هغه موټرونه چي د امنيه قومندانى اجازه ليک لري نور پر ټولو نقليه وسيلو بنديز لگېدلى دى، د ښار پر هره څلور لاره او سړک باندي امنيتي څارندويان ليدل کيږي. هر تېرېدوکي موټر دروي او تلاښي کوي يې، تر دا مهاله په کندهار کي کومه د پام وړ امنيتي ستونزه نه ده رامنځ ته سوې. خو ځيني کانديدان شکايت کوي چي ځيني زور واک کانديدان د قانون څخه تېرى کوي، د ساري په توگه ولسي جرگې ته خپلواک کانديد انجنير عبدالطيف اشنا د بېنوا پاڼي خبريال ته وويل: چي دوى د کندهار ميرويس ليسې ته ورغلل چي د رايي اچولو مرکز دى ، هلته يې وليدل چي د ولس مشر کرزي دوو وروڼو ، احمد ولي کرزى او قيوم کرزى چي لومړى يې ولايتي او بل يې ولسي جرګې ته کانديد دى، لوى عکسونه لاس پر لاس ګرځېدل، دده په وينا چي بيا دوى ورته چي دوى ناقانونه کړنه تر سره کوي، ښاغلي اشنا زياته کړه چي د کندهار په احمد شاه بابا ليسه کي د يوناما يو کار کوونکي محمد حسين چي د JEMB(د انتخاباتو د تنظيم ګډ دفتر) کارټ يې هم په غاړه لرى، او د احمد ولي کرزي عکس يې پر ټټر را ځوړند وو. دده په وينا چي په نوموړي ليسه کي به څارونکو عسکرو ساده خلکو ته ويل چي امير لالى (د ولسي جرګې کانديد) ته رايه وکړى، د همدا رنګه زياته کړه چي له ځينو کسانو څخه يې واورېدل چي په فاضلي کندهاري ښوونځي کي ځينو خلکو په ډاګه د نورالحق علومي(د ولسي جرګې کانديد) عکسونه ويشل او په مير بازار کي هم ورته ستونزه روانه وه او د سردار اسدالله کارتونه ويشل کېدل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دناټو پرځواكونو ځانمرګى بريد وشو", "output": "دهلمنددګرشك ولسوالۍ مركز ته نژدې نن سهار دناټو ځواكونو پركاروان يو ځانمرګى بريد شوي چي دچارواكو په وينا مرګ ژوبله يي هم اړولې . دګرشك يوه چارواكي وويل چي بريدكونكى پلى روان وو اوهغه مهال يي دبرتانوي ځواكونو له كتار سره خپل ځان والوزاوه چي دهغوي دسپرلۍ گاډي ورنژدې شول . وسلوال طالبان وايي چي بريد كونكى ددوي ملګري وو اوپه دغه بريد كې ترلسو دزياتو بهرنيو سرتيرو دوژلو ادعاكوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دوتلى سينمايى لوبغاړى سلمان خان شکايت اوغوسه", "output": "د هندد فلمى نړۍ وتلى سينمايى لوبغاړى سلمان خان په محکمه د خپلې دوسيې داوږديدو په هکله شکايت کړى او د راجستان د جادپور په محکمه کې يې په تونده ژبه او غوسه له قاضى څخه غوښتنه کړى چې د حکم په اوريدو سره د ې د محاکمې پاى اعلان کړى . سلمان خان وايى که غواړى نو ما په دار وځړوى ، خو زه د دغى محاکمى له اږديد څخه ستومانه شوى يم، مهربانى وکړى دغه ماجرا ته د پاى ټکۍ کيږدى .دغه پيښه په ناڅاپى توګه په کال ١٩٩٦ کې هغه وخت رامينځ ته شوه چې کورته د ستنيدو پر مهال يې له دوو لارويانو سره چې د لارې په سر بيده وو ټکر وکړ. په دغه پيښه کې يو تن مړ شو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند کې بریټانوي مشر قوماندان سرتیري غوښتي", "output": "په هلمند ولایت کې د انگریزي پوځیانو مشر قوماندان بريدمن Mark Carleton-Smith له سکای ( SKY) نیوز ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې چې تیره شپه خپره سوه ویلي چې لږ تر لږه 4000 تازه دمو سرتیرو ته اړتیا شته تر څو په دې ولایت کې د بغاوتونو مخه ډب کړي .نوموړي وویل چې اضافي سرتیري به د هغو سیمو امنیتي کنترول وساتي کومي چې اوس څه نا څه نا امنه دي او ترینه وخت نا وخت د جنگ جگړو خبرونه تر لاسه کيږي . انگلستان په افغانستان کې د ناټو تر قوماندې لاندی 8000 سرتیري لري چې تر نیمايي لږ ډیر یی په ناکراره ولایت هلمند کې میشت دي . د سیاسي چارو افغان شنونکي په هلمند کې د سرتیرو زیاتیدل په گټه نه بولي، هغوي واېې د سرتیرو د زیاتولو پر ځای باید د ولسي افغانانو اقتصادي ودې ته پام وشي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هند او پاکستان نن د ترهگرۍ پر وړاندې خبري پيلوي", "output": "په اتمي وسلو سمبال ملکونو هند او پاکستان نن په اسلام اباد کې د سولې د خبرو لړی په هغه هيواد کې د نوی ملکي ائتلافي حکومت د را منځ ته کيدو څخه وروسته چې د پوځي حکومت نه ېې قدرت په خپل واک کی کړ، د لومړی ځل دپاره پیل کړه. دا دوه گاون� �ي ملکونه غواړی د سولي دا ټکنی بهير چې څلور کاله مخکې پيل شوې، چټک کړي. د هند د بهرنیو چارو وزير ا و د هغه پاکستاني سيال دا خبری پرانستلې چی په ترڅ کی به ېې د تير کال په پرمختگ غور وشي او بيا به نن د بهرنيو اړيکو دچارو وزيران پړناب موکرجي او شاه محمود قريشي هم خبرو ته کښني. اوس داسي ښکاري چې دواړه م لکونه د پخوانيو شخړو د خطمولو تکل لري او نن به دواړه لوري د نړيوالي ترهگرۍ پر وړاندي هم بحثونه وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څرېکې", "output": "هجر مې نېولی دا درد من زړه د لمبو په سر ټو ل عمر مې تېر کړ ،ستا په مینه د اغزو په سرزه لکه مجنون دې د سارا او بیابان کړمهوکاږه لږ لاس کله د خپ� �و لیونو په سر وخاته د صبر او د زغم درم ند ته اور د زړه ښکاری ئې لوخړی د اسرو او امیدو په سر حال او د احوال پوښتنه څله څوک له ما کویتیت چې مې هډونه دې د هر ښار د کوڅو په سرولی میم ونه او رابعه د داستانو شوله ؟څه نه دي ګاللي خوار عاشق دمعشوقو په سر ؟دا د رسوائۍ ډنډو� �ه لا پسې توده شولهسر مې دې له شرمه پروت م دام د زنګنو په سرنشی دلا سا هغه چې څریکې ئې وهی زخم کیږده راته سل زخمونه نور هم د زخمو په سر ۱/۸/۲۰۰۰"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو په هلمند کې د ببسکيټو په خوړو بنديز ولگاوه", "output": "د ANORAK په نامه يوې بريټانوۍ ورځپاڼي نن د سې شنبی په سهار خبر ورکړی چې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په يو شمير سيمو کې افغانو کورنيو ته خبرداری ورکړی چې د بهرنيانو مرسته شوي بسکيت د خپلو ماشومانو ته نه ورکوي . ورځپاڼي په هلمند کې له ميشتو بريټانوي قوماندانانو او سرتيرو په حواله ليکلي چې د طالبانو په اند دا بيسکيټ د عيسويت دين د مبليغينو د کمپاين يوه برخه ده چې د هغو په مرسته د افغانو مسلمانو ماشومانو خوله ور خوږوي او بيا ورته د عيسويت دين تبليغوي . ورځپاڼي ويلي چې طالبانو په دې لړ کې په لسهاوو ټنه هغه بيسکيټ سوځو� �ي چې بهرنيو ځواکونو د هوا له لاري په يو شمير کليو کې شيندلي وو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قومي مشران : شير محمد اخندزاده دي د هلمند والي سي", "output": "د هلمند والي اسدالله وفا درې ورځي وړاندي له خپلي دندي ګوښه كړل سوى دى د ولسمشرۍ ددفتر يو تن كاركوونكي چي نوم ښودل نه غواړي خبري رسنيو ته ويلي چي اسدالله وفا ته ښايې د ولسمشرۍ په دفتر كي د امنيتي ستونزو د شكايتونو د اورېدلو دنده وسپارل سي . ښاغلي وفا وړاندي څو څو واره ګواښ كړى وو چي كه به هلمند ولایت کي افغان او نړيوال ځواكونه سره همږغي نه سي نو استعفا به وركړي . او په دې وروستيو كي يې څو څو واره دخبري رسنيو سره دخپلو مركو پر مهال دولت او نړيواله ټولنه ورسره په نه همكارۍ تورنه كړې وه . نوموړي پر هلمند مېشتو بريټانوي ځواكونو هم دا تور لګولى وو چي د تارياكو په له منځه وړلو كي ورسره هيڅ مرسته نه كوي . د شنبې په ورځ په لښكرګاه كي د مېشتو قومونو لسګونه مشران راغونډه سوي وه او د افغان لوړ پوړو چارواكو څخه يې غوښتنه كوله چي د اسدالله وفا پر ځاى دي د هلمند پخوانى والي حاجي شير محمد اخند زاده په دنده وګوماري . دغو مشرانو وويل چي حاجي شير محمد اخندزاده نژدې درې كاله هلمند ولايت په پوره امنيت كي ساتلى وو او د هلمند اوسېدونكو ورسره پوره همكاري كوله . موږ ډېره هڅه وكړه چي په دې اړه د اسدالله وفا نظر هم راواخلو خو د ډېرو جدي هلو ځلو سره سره بيا هم و نه توانېدلو . ښاغلي اسدالله وفا څه باندي يو كال د هلمند په ولايت كي د والي په توګه دنده تر سره كړه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ناجيرياكې داور لګيدنې له امله ۷۰ مړه شول", "output": "دناجيريا امنيتي مقاماتو خبر وركړ چې دغه اورلګيدنه نن دنوموړي هيواد په شمال كې دكيډونيا په ايالت كې رامنځ ته شوه.چارواكو وويل:پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې له ۳۳۰۰۰ ليټره تيلو څخه ډك ټانكر دچلوونكې له واكه او چپه شو نو، په لسګونو سيمه ايزو كليوالو خلكو له سطلونو سره راووتل او له ټانګر څخه دتيل په ويستلو پيل وكړ چې ناڅاپه اور ولګيد او له اوياوو تنو څخه په ډيره شميره كسانو په كې خپل ژوند له لاسه وركړ او ډير شمير نور ژوبل شول.تراوسه لا نه ده روښان چې دغه اور لګيدنه څنګه پيل شوه."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایتلافي ځواکونو د ګڼ شمیر دولت ضد وسله والو دوژلو دعوه کړي", "output": "عزمت علي د ام� �یکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د ۳۳ دولت ضد وسله والو د وژلو خبر ورکړ. دغه خبر په هغه بیانیه کې ورکړ شوی چې مطبوعاتو ته د بګرام له هوايي اډې رسیدلي ده. بیانیه وایې چې دغه کسان په تیرو څلروی� �تو ساعتونو کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وژل شوي دي. په دغه برید کې له هوایي ځواک څخه کار اخیستل شو ی دی . دوهم برید د لوګر پر ولایت کې په طالبانو شوی او دری طالبان هلته هم وژل شوي دي. ها خوا طالب نطاق قاري یوسف دغه ادعا رد کړه او بر عکس یې د شپږو بهرنیو سرتیرو د وژلو خبر ورکړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوچی او وچکالي", "output": "کوچی او وچکالی پښې دي ډکي په اغزو دبيابان نه رمه سته نه قافله سته نه کاروان دښتونه غرونه سپېره سيندونه وچ دی يو غوړپ اوبو پسی لالهانده يې روان ستا دقافلی ږوږ می اوس هم تر غوږدي پټه خوله دښار کوڅوکی اوس يې سرګردان دکوچۍ پېغلي دجامو رنګ دی پيکه سوی نه پسرلی سته نه رنګونه سړې سېلۍ دي دخزان دا څه وسول ای زما وروره کوچيه ؟ وويل وچکالۍ ده خواست کړه دالله نه دباران"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سريلانكا كي ۱۱ مسلمان كاريګر وژل شوي دي", "output": "عبدالله پتمن/كابل د سريلانکا په ختيځ لري پرتو ځنگلونو کې د مسلمانانو يوولس مړي موندل شوي دي. نوموړي کسان د ابيارۍ د سيستم د رغولو په موخه دغي سيمي ته تللي وو. سريلانکايې پوځ وايې چي وژل شوي کسان په ډزو ويشتل شوي دي. د سريلانکا پوځ وايې کله چي د دغو کارگرانو اړيکه له دوى سره پرې شوه، دوى د هغو لپاره د پلټني عمليات پيل کړل. او د دوشنبې په سهار د هغوى مړي وموندل شول. د سريلانکا حکومت د دغي وژني پړه د تاميل پر پړانگانو اچوي خو د تاميل پړانگان دا تورونه ردوي. په سريلانکا کې د سينهاليانو او تامليانو وروسته مسلمانان د خلکو ستره ډله جوړوي چي د دولتي ځواکونو او تاميل پړانگانو د تاوتريخوالي ښكار دي. د جولاى او اگست د مياشتو ترمنځ په تاوتريخوالي کې په زرگونو خلک بې کوره شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښه خلک", "output": "۲۰۰۶/۱/۱۷ساجر- سعودي عرب هغوی کباب خوړل هغه بل له شنوچایوسره ډوډۍ تېروله دهوټل پیاده ماته هم راغی اوراته ویې ویل وروره څه شی درته راوړم زړه خومې غوښت چې ورته ووایم کباب خوپه جیب کې مې یوڅوافغا نۍ پرتې وې ویریدم چې راکمې نه شي . لورته مې درمل اخیستل تېره شپه یې ډیره سخته تبه وه یوه لحظه مې دهغې تیما او وچې شونډې سترګوته ودریدې. اوله ځانه ورک شوم هوټلي بیاراته وویل تاته وایم څه شی درته راوړم ورومې ورته وویل تورتریخ چای ستړی وم چای هم داسي لګیده لکه کباب څوغړپه مې لا نو کړي چې هوټل ته خیرات غوښتونکی راننیوت په لیدومې دهغه په حال زړه بد� �وخوهغه په ما داسي تیرشوتابه ویل چې هغه زماله جیبه خبرو هغه لمړی خپل لاس په کباب ناستوخلکوته وروږدکوهغوی په خیرات ورکولوکې هم یواوبل ته ست وکو او ورسته پکې یوو یوڅوافغانۍ دخیرات غوښتونکې په لاس کې ورکړې خیرات غوښتونکې هغه بل ته هم سترګې ورواړولې خوهغه ورته وویل وروره خدای دې درکړي خیرات غوښتونکی ووت ورپسي هغه په کباب ناست خلک هم ولاړشو هغه بل یو هم ووت ماهم ناوختي احساس کړه اوراجګ شوم له جیب څخه مې لس افغانۍ � �اویستې اودهوټل څیښتن ته مې وروړاندي کړي حوهغه یي له اخیستونه انکاروکو هغه له جیب څخه یو څوبادیان راویستل او په خوندیې خولیته واچول دمرکزنه راته ښکارې لکه چې له کومې لرې ولسوالۍ نه راغلی یې ماویل هو هغه راته مسکی ویل چروت مه خرابه وه له قاضي صاحب سره موکارووبې له دې چې زه څه ووایم هغه خپلوخبروته دوام ورکړ هم داسورږیری قاضي صاحب وو هغه بل کومندان صاحب وو کومندانې امنيې هغه بل د ادارې مدیرووډیرښه خلک دې ټوله ناسته پاسه یې له ما سره وي هغه سړی دې ولیدچې په چایوپورې یې ډوډۍ خوړه له هغه هم ستا په څیر چروتي ووله تیرودوکلونوراپه دې خوا یې دوسیه ورکه وه خوچازه ورپه ګوته کړی وم بس په یوڅو زره افغانیویې کاروسو وس یې دوسیه دمیز په سرپرته ده خودهغه رقیب ډیرشتمن دی څوځلې قاضي صاحب اودهغه ملګري میلمانه کړو ګنې وس به یې کارخلاص وو هورښتیاراته ودي نه ویل ستادعوه له چاسره ده ورومې ورته وویل له هیچا سره هم نه زه په درملوپسي راغلی وم هوټلي زما له ګوتو د� �سوافغانیو وکیښ اودپخلنځي په لور رهې شو"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "دا لمر وي ستا په لاس کې دا هلال وي ستا په لاس کېچې ګورمه د ستورو ډک دسمال وي ستا په لاس کې سپرلې غوندي چې راشو اوښکي يوسو په لېمو کېهر وخت دلته جانانه ته وا کال وي ستا په لاس کې دا ټولې پلوشې که سره غونډې شي ذره شيهر لورى چې تعقيب کړو دغه خال وي ستا په لاس کې د شپو له لړمانه څخه چې هره نغمه پاڅيهر سور يې ستا په لاس وي هم يې تال وي ستا په لاس کې دښمن ته بلا ډېر زخمونه واړوې مګر خونه توره در سره وي او نه ډال وي ستا په لاس کې چې لاس دي بې غميو شي يو څنډ ور لره ورکړېزموږ د مرغلرو اوښکو ټال وي ستا په لاس کې هرڅوک درته غوږ غوږ وي هر غاټول هم درته څک ويکوچۍ تاندي سندرې هر مهال وي ستا په لاس کې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قومي مشران:بهرنيو جنګياليوته به پناه ورنكړو", "output": "دباجوړ دتركاڼي قوم پريكړه وكړه چې په خپلو سيمو كې به بهرنيو جنګياليوته پناه نه وركوي. په هغه غونډه كې چې دباجوړ په سيمه كې له همدې جوړه شوې وه، دباجوړقومي سپين ږيرو دپاكستاني دولت په ملاتړ پريكړه وكړه چې له دې وروسته به بهرنيو جنګياليوته نه پناه وركوي او،نه به اجازه وركړي چې دغه جنګيالي په ناقانونه توكه ددوى له سميو څخه افغانستان ته داخل شي.دپولي اخوا دباجوړ قبايلي مشران په داسې حال له پاكستاني دولت سره دا ژمنه كوي چې دپاكستان او افغانستان ترمنځ به په ډير نږدې راتلونكې كې دامن په نامه جرګه ترسره شي چې،ددغې كيدونكې جرګې اصلي موضوع هم دپاكستان اوافغانستان ترمنځ دترهګرو دبريدونو دمخنيوي په هكله ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بوش : ماته خداى وحي وکړه چې په افغانستان بريد وکړم", "output": "محمد يونس برهان - کابل د امريکا ولسمشر، جورج ډبليو بوش، ادعا کړي چې ده ته خداى ويلي و چې په افغانستان او عراق باندې يرغل وکړي. هغه ويلي دي چې دى د خداى له لوري په دې دنده ګمارل شوى چى منځني ختيځ ته سوله راولي. بوش دا خبرې د ٢٠٠٣ کال په جون مياشت کې د فلسطين د هغه وخت له بهرنيو چارو وزير نبيل شعث او د فلسطينيانو له مشر محمود عباس سره د شرم الشيخ په ارامځاى کې په سرمشريزه کې کړې وې. دا هغه مهال و چې په عراق باندې د امريکا له بريد څخه څلور مياشتې تېرې شوې وې. د بي بي سي لخوا جوړ شوي د غولوونکي سوله: اسرائيل او عربپه نامه هغه مستند پروګرام کې چې د سريال لومړنۍ برخه يې د تلې په ١٨مه خپره شوه، ښاغلي شعث او عباس د بوش له خولې وايي چې د ده يرغلونه، منځني ختيځ ته د سولې د راوستلو د هغه خدايي ماموريت برخه وه چې ده ته سپارل شوې وه. نبيل شعث چې اوس د فلسطين د اطلاعاتو وزير دى زياتوي چې بوش دوى ته ويلي و: ((زه د خداى له لورې څخه په يوه دنده ګمارل شوى يم. خداى به ما ته وېل، جورجه! ځه ولاړ شه په افغانستان کې د هغو ترهګرو په وړاندې جګړه وکړه. او ما همداسې وکړل. او بيا څښتن را ته امر وکړ چې جورجه! ځه ولاړ شه په عراق کې زورواکي ته پاى ورکړه. او ما دغه کار هم وکړ.)) د خداى ښه پېغام وړونکى بوش د خدايي ماموريت په اړه نور هم پر مخ ځي او وايي: ((اوس زه داسې احساسوم چې خداى راته داسې خبرې کوي: ولاړ شه فلسطينيانو ته خپلواک هېواد جوړ کړه، اسرائيلو ته امنيت راوله او په منځني ختيځ کې سوله ټينګه کړه. او زه پر خداى لوړه کوم چې همداسې به وکړم.)) ده دا هم ويلي چې دى باور لري چې د خداى يو ښه پيغام وړونکى دى. د امريکايي ولسمشر دا خبرې چې د امريکا د بهرنيو تګلارو په اړه د بي بي سي د پروګرام په يوه لنډه خبرتياييزه برخه کې د تېرې پنجشنبې په ورځ ډاګيزه شوې او بشپړه بڼه به يې د راتلونکي دوشنبې په ورځ خپرېږي په داسې حال کې راځي چې په همدې ورځ بوش په اسلامپالو ډلو باندې سخته نيوکه وکړه او د هغوى اندتوګه يې له کمونيستانو سره ورته وبلله. ده په سختدريځو اسلامي ډلو تور ولګاوه چې غواړي ټول ولسونه ښکېل کړي او داسې يوه اسلامي امپراتوري رامنځته کړي چې لمن يې له هسپانيا نه تر اندونيزيا پورې غځېدلې وي. که څه هم د سپينې ماڼۍ وياند دا ادعاوې هسې چټي بللې او ويلي دي چې بوش هېڅکله ديني ارزښتونو ته خپله ژمنتيا نه ده پرې ايښې، خو په دې باب د دوو پياوړو فلسطيني مشرانو يو ډول وينا سړي ته ډاډ ورکوي چې هغوى د بوش په اړه رښتيا وايي. د اسلام او عيسويت په ګډون، په ټولو اسماني اديانو کې د خداى (ج) له لورې ګمارل کېدل او له هغه څخه نېغ په نېغه د کوم کار کولو امر او پيغام ترلاسه کول يواځې د پېغمبرانو ځانګړتيا ده. ډېر کتونکي د جورج بوش دا ډول خبرو ته د هغه د پېغمبري د دعوې په سترګه ګوري. د نړۍ د تر ټولو ځواکمن مشر (البته له توکيز (مادياتي) اړخه) څخه داسې خبرې تر له بل هر چا نه زياتې خطرناکې دي. د خلکو ننګه امريکا چې په اوسنۍ نړۍ کې ځان ته تر ټولو زورور او پرمختللى هېواد وايي طبعاً تر بل هر ولس زيات اغېز هم لري. په اوس وخت کې چې امريکا د دوى په اصطلاح د نړۍ ملتونو ته د ازادۍ راوړلو په جګړه بوخته ده داسې برېښي چې د تکبر تر ټولو لوړې پوړۍ ته رسېدلى. په مسلمانو هېوادونو کې غواړي د وسلو په زور لوېديځواله ولسواکۍ ځاى پر ځاى کړي، د هغوى په وټه يېزو ګټو کې ځان ور ګډ کړي، پر هغوى باندې خپل ارزښتونه او کلتور وتپي او ان د هغوى پر عقيده باندې تېرى وکړي. دا دى امريکايي مشر اوس د ملياردونو خلکو عقيدې ته په سپکاوي سره خپل ځان پېغمبر هم وپېژاند. هېښوونکې خو لا دا ده چې په يوه خبري ويبپاڼه مې په همدې خبر باندې په يو Forum کې د خلکو تبصرې کتلې، ډېرى امريکايي وګړو چې هلته خپل غبرګون ليکلى وو، د بوش له دې وينا څخه يې ننګه کوله او يو لږ شمېر يې پرې ريشخند واهه. خداى پړ دى د بوش د دغو خبرو موخه په دې سربېره چې ځان د يوه معنوي سپېڅلي سړي په توګه خلکو ته ور پېژني، د ټولو هغو ناخوالو پړه هم د خداى پر غاړه ور اچوي چې د افغانستان او عراق د جګړې په ترڅ کې تر سره کړې دي، ځکه د ده په وينا، دا جګړه خو د ده څښتن په امر پيل کړې وه. بوش لومړى په افغانستان باندې بريد وکړ، دا هېواد يې وران کړ، په زرګونو بېګناه خلک يې ووژل او په اخر کې د خپلې ظاهري موخې، چې په اصطلاح د ترهګرو ډلو د مشرانو موندل او د هغوى د ځالو له منځه وړل وو، په ترلاسه کولو کې هم پاتې راغلل. همدا ترهګرې ډلې نن امريکا ته تر ټولو ستر ګواښ دى او هغه مهال که د امريکا د امنيت لپاره بالقوه خطر و، خو نن عملاً په پاى ته نه رسېدونکي جګړه کې ورسره ښکېل دي. هغه مهال که يې د دښمن يو ټاکلى ځاى ورته معلوم و او د ګواښ په وخت کې يې په نښه کولاى شواى، خو نن له داسې لورې ورسره جنګېږي چې نه يې ځاله معلومه ده او نه يې تمځاى. د الهي ماموريت په لومړۍ برخه کې خو، بوش تر دې ځايه ناکام پاتې شو او د ده هغه خداى چې په دې دنده يې ګمارلى و، هم له ده څه په ملاتړ کې پاتې راغى. پايله يې دا شوه چې نن د ده خداى په دې ټولو ناکاميو او جرمونو چې د ده په امر کېدونکي مبارزه کې وشوې پړ ګڼل کېږي. د بوش د خدايي ماموريت بله برخه په عراق باندې يرغل و، چې نن دى هم پرې پېښمانه دى او هک پک پاتې دى چې څنګه له دې الهي دندي څخه ځان خلاص کړي. هغه وخت چې امريکايي ولسمشر دا وينا کوله، يواځې څلور مياشتي د عراق له جګړې څخه تېرې شوې وې او ده هم په ځيرکۍ سره د ستونزي په پيل کې د ټولو پېښېدونکو ناورينونو او پاتې راتلنو پړه له خپلې غاړې واړوله. بوش په خپلې دې وينا اصلاً د دوو موخو تر لاسه کول غوښتل، چې لومړى يې امريکايي ولس ته دا پيغام رسول و چې که هر څومره امريکايان په دې جګړه کې وژل کېږي او د امريکا اقتصاد او حيثيت ته هر څومره تاوان رسېږي دوى بايد خپل ولسمشر ګرم ونه ګڼي او په پټه خوله يې ومني، ځکه دا يوه خدايي جګړه وه. بله موخه يې دا وه چې په عراق کې چې اوس نږدې د يو لکو په شاوخوا کې ملکي وګړي، په لسګونو زره د ازادۍ جنګيالي او په زرګونو امريکايي سرتېري وژل شوي دي او لا نور به هم مړه کېږي، دا ټول په حقه وښيي او که څوک بيا هم چا ته د ګرمولو ګوته نيسي، هغه به خداى وي، چا چې ده ته امر کړى چې دا سپېڅلي جګړه پيل کړي. د عراق په جګړه کې د بوش تر ټول شرموونکې ماتي او درواغ د لويي تباهۍ د وسلو Weapons of Mass Destruction (WMD) په موندلو کې پاتې راتلل و، ځکه ده خپله جګړه په همدې بنسټ پيل کړې وه. نو ايا بوش ته د هغه خداى درواغ ويلي و؟ د دښمن تکتيکونه د خداى په امر او د هغه لپاره جګړه کولو ته مسلمانان جهاد او نوره نړۍ ورته سپېڅلې جګړه وايي. وړاندې به بوش په خپلو دښمنانو، اسامه بن لادن او طالبانو، تور لګاوه چې هغوى د خلکو له عقيدې څخه ناوړه ګټه اخلي او د اسلام تر نامه لاندې خپلو کړنو ته مشروعيت ورکوي، خو اوس دا دى امريکايي مشر خپله دا هڅه کوي چې خپل کرغېړن کارونه د خداى په نامه توجيه کړي. اسامه، طالبان يا نورې اسلامپالي ډلې خو د خداى د دين په نامه کارونه کوي، مګر بوش چې اوس له نورو غولونو وروسته د دوى تکتيکونه کاپي کوي يوه زينه لوړ ځي، د وحى د نازلېدو خبره کوي او خپله له لوى څښتن څخه ناوړه ګټه پورته کوي. داسې ښکاري چې هغه د نورو درواغجنو دليلونو او پلمو له لارې خلکو ته په قناعت ورکولو کې پاتې راغلى او اوس يې دا لاره خپله کړي ده چې ګواکې له خداى سره په مستقيم تماس کې دى چې هغه ورته پيغام ورکوي، او دى يې پياده کوي. خو د يو ميليارد نه د زياتو امريکايانو دا بېړا ولسمشر بيا هومره ټينګ هم نه دى لکه د ده دښمنان چې د جګړې په لار کې دي. اسلامپالو ته که په دين کې د ځان له منځه وړل ثواب ښکاره شي، دا کار هم کوي، خو ايا بوش بې له دې چې خلک وغولوي د خداى لپاره به څه نوره سرښندنه به هم وکړي؟ شيطاني آيتونه د بوش دا ډول خبرې د اسلامي نړۍ د تر ټولو مجرم او د سزا لپاره د غوښتل شوي کس، سلمان رشدي، د شيطاني اياتونو له کتاب سره ورته دي. ولي، سلمان رشدي چې ځان ته يې مسلمان ويل، د اسلامي پوهانو لخوا ورټل شو، په ارتداد محکوم شو او د وژلو غوښتنه يې وشوه، ځکه هغه نابښونکى جنايت ترسره کړى و، خو بوش به څوک د خپلو داسې ويناوو لامله محکوم کړي؟ هندي توکمه برتانوى ناول ليکونکى سلمان رشدي چې د لوېديځ لخوا د اسلام د ورانولو دنده ورکړل شوې وه، نه يې د خدايي دعوه کړې وه، نه د پېغمبري. خو د ټولې اسلامي نړۍ لخوا اسلام ته د هغه د سپکاوي لامله دى مرتد او واجب القتل وپېژندل شو. خو، ايا د بوش په هکله چې د شيطاني آيتونو نه يې غټه ګناه کړې ده سره له دې چې ځان ته ټينګ عيسوى هم وايي، څوک به داسې پيدا شي چې له هغه څخه لږ تر لږه په دې اړه پوښتنې وکړي. اوکه شيطان د ده خداى دى؟ معلومه نه ده چې دا خبرې چې بوش يې وايي، ده ته خداى څرنګه، له کومې لارې او څه ډول وکړې؟ خو څه چې جوته ده هغه دا ده چې په لوېديځ، په تېره بيا امريکا او برتانيا، کې عموماً داسې ګڼل کېږي چې که چا شراب څښلي وي يا يې نشه يي توکي کارولي وي او مست وي او يا هم ذهني ناروغ وي، بيا په غوږونو کې يو ډول نارښتونى غږ اوري چې دېته دوى د شيطان غږ وايي. کېداى شي هغه وخت چې بوش د ده په وينا په افغانستان او عراق باندې د يرغل امر اورېده، دى به نشه يا مست و. او کيداى شي هغه ذهني ناروغ يا ليونى وي. بل احتمال دا دى چې بوش خپله خداى نه پېژني، له همدې لامله يې له شيطان سره توپير نه شي کولاى. او يا خو د ده خداى له اره شيطان دى، د چا چې دى ټولې خبرې مني او پوره اطاعت يې کوي. خو په هر حال، بيا هم که امريکايي ولسمشر په خداى پسې درواغ تړي، ځان ته د پېغمبري او وحى رانازلېدلو دعوه کوي او خپل ناوړه کارونو ته سپېڅلې بڼه ورکوي د ځمکې په سر د اسماني مذهبونو لپاره دا ګواښوونکې خبر ده چې بايد په غبرګون يې غور وشي. که همداسې وي، نو بوش عليه السل... !!! ته د خداى له لورې د راتلونکو وحيو منتظر بايد واوسو چې نور ورته د څه امر کوي. کيداى شي دا ځلې به ورته په ايران او سوريه باندې د بريد امر وکړي. خو زه باور لرم چې که داسې وينا د کوم کمزوري هېواد د مشر لخوا يا کوم عادي سړي لخوا شوې واى، نو سخت مرګونى غبرګون به يې راپارولى و، او د اووه پنځوسو (٥٧) اسلامي هېوادونو مشران به نن داسې غلي نه وو ناست. له شرعي پلوه که وغږېږو، د اسلام پېغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وړاندوينه کړې وه چې په اخره زمانه کې به تاسې د درواغجنو دجالانو شاهدان واوسئ چې د پېغمبري دعوې به کوي، او دا به د نړۍ د پايته رسېدو وخت وي. د راپرځېدو مهال خو په دنيا کې د تجربې له مخې او د اسلامي کتابونه په وينا، د لوى څښتن دود دى چې کله وغواړي يو کبرجن واکمن يا ملت راوپرځوي، نو د لوړوالي په ډېرو وروستيو پوړيو کې هغه پرېږدي چې تر ډېرو انساني بريدونو واوړي، او ان په تکبر کې له خداى سره سيالۍ ته ملا وتړي. بوش د خپلې ترهګرۍ ضد جګړې په ترڅ کې هم څو څو ځلي د خداى په شان خبرې کړې دي چې يوه بېلګه يې د هغه د عراق د جګړې نه مخکې دا وينا ده چې: ((موږ به اوسنۍ نړۍ ته بدلون ورکړو، بد به له منځه يوسو. نو د هر چا لپاره دوه غورواي شته دي. او هغه دا چې يا له نېکو سره يو ځاى شي او د بدو په وړاندې جګړه وکړي او يا له بدو سره يو ځاى شي او جګړې ته دې چمتو شي.))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "ژوند را سره نشته قاتلان راپسې نه راځي ستورو پسې نه ځمه اسمان � �اپسې نه راځي سترګې رانه واړوه چې ټکي مې بې ژبې شي هور را پسې مړ کړه چې امکان راپسې نه راځي منځ کې مو انا د همالې هسې ولاړه ده زه ورپسې نه ځمه جانان راپسې نه راځي هسې نه ورېځه مې د سترګو روزه ماته کړي پورته ترېنه ځمه چې باران راپسې نه راځي بس دی شاه سعوده نور د هر څه نه لاس اخلمه هاغه ځای ته ځمه چه خپل ځان راپسې نه راځي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لبنان: مشرانو دحکومت د جوړولو پر سرخبرې پيل کړي", "output": "د لبنان هيواد سياسي مشرانو په لوړه کچه مذاکرات پيل کړي چې ملک له يوې کورنۍ جگړې څخه وژغوري. دغه مشران د قطر په پایتخت دوحه کې � �اغونډ شوي دي. پدغه غونډه کې چې پرون د جمعې په ورځ د قطر امیر شیخ حامد خلیفه الثاني پرانیستله، د لبنان د � �ویدیځ ملاتړ لرونکي حکومت او د حکومت مخالفې ډلې، حزب الله استازي گډون لري. د قطر امیر پر دواړو مخالفو لورو زور واچاوه چې باید روغه جوړه وکړي. همدارنگه د جمعې په ورځ د متحده ایالاتو مقاماتو وویل، د لبنان صدراعظم فواد سنیورا له جمهور رئیس جورج بوش سره خپله پلان شوې غونډه لغوه کړې ده. په پام کې وه چې ښاغلی سنیورا له جمهور رئیس بوش سره نن د شنبې په ورځ په مصر کې وگوري. چارواکو ویلي، صدراعظم سنیورا غواړي چې خپل ټول پام په دوحه کې د روغې جوړې روانې غونډې ته واړوي. د لبنان دوو مخالفو خواوو د پنجشنبې په ورځ د عربي هیوادونو د ټولنې دا غوښتنه ومنله چې په ملک کې د نوي جمهور رئیس د ټاکلو او د یوه متحد حکومت د رامنځته کولو لپاره خبرې پیل کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قاض حسين احمد او مولانا فضل الرحمن نيول شوي", "output": "په پاکستان کې د متحده عمل دوه لوړ پوړي چارواکي مولانا قاضي حسين احمد او مولانا فضل الرحمن نن په لاهور او اسلام اباد کې نيول شوي دي . د دولت مخالف ائيتلاف متحده عمل له شپږو مذهبي او سياسي ګوندونو جوړ شوى دى چې مشري يې هم دا دواړه مذهبي مشران کوي .قاضى حسين احمد د پاکستان د اسلامي جميعت او مولانا فضل الرحمن د اسلامي علماوود جميعت ګوندمشري کوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناټو: په افغانستان كي خپله تګلاره بدلوو", "output": "د بي بي سي د يو راپور له مخي په افغانستان كي د ناټو ځواكونو غير پوځي استازى حكمت چتين وايي د افغانستان په ځينو سيمو كي نا اراميو ته په پام سره ناټو غواړي خپله تګلاره بدله كړي.ښاغلي چتين چي په كابل كي يې د خبريالانو پوښتنو ځواب وايه، وويل د افغانستان اوسني حالات نسبت تېرو كلونو ته خراب دي. ده زياته كړه دې ټكي ته په پام سره ناټو غواړي په افغانستان كي خپلي اوسنۍ تګلاري ته بدلون وركړي، خو په دې اړه يې د جزياتو له وركولو ډډه وكړه.له ښاغلي چتين څخه پوښتنه وسوه چي آيا په افغانستان كي د نا امنيو ډېرېدل او د ناټو له خوا خپلي تګلاري ته بدلون وركول به دا معنا و نه لري چي نړيواله ټولنه او ناټو په افغانستان كي ناكامه دي؟ښاغلي چتين يې په ځواب كي وويل دا تګلاري ناكامي نه وې خو ترسره كولو يې ډېرو كارونو ته اړتيا در� �وده.چتين وويل دى فكر كوي په دې اړه بايد ډېر كارونه د افغان دولت له خوا ترسره سوي واى، ځكه ايتلافي ځواكونه او ناټو دا توان نه لري چي د افغانستان ټولو ولسواليو ته ولاړ سي او هلته د ستونزو څېړنه وكړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ترکيه کې له اڼترنيټ څخه ناوړه ګټه په زياتيدو ده .", "output": "يو ې ترکي ورځپاڼې ( زمان ) د ترکي کورنيو هغې ستونزې ته ګوته نيولي چې له انټرنيټ څخه په غير اخلاقي او ناسمه توگه گټه اخلي او وايي چې د دا ډول کسانو شميره هره ورځ مخ په ډيريدو ده .دا مهال په ترکيه کې ٧ ميليونه کسان له انټرنيټ څخه ګټه اخلي چې په سلو کې يې ٩ فيصده ښځې او ١٩ فيصده نارينه دي او له هرو سلو کورنيوڅخه ٦ کورنۍ انټر نيټ لري . د ورځپاڼې په خبره داستونزه اوس په کورنيو کې تر طلاقه رسيدلې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ننګرهار کې د څلورو نویو ښونځیو د جوړولوچاري پیل شوې", "output": "میرویس جلالزی د ننګرهار په ولایت کې د څلورو نویو ښونځیو د جوړولوچارې پرون پیل شوې.دغه ښونځي د ۳۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت چې د ولایتي بیارغاوني ډلي له خوا ورکول کیږي جوویږي.د ننګرهار د پوهني ریس محمداقبال عزیزي وایې چې د دغو پروژو په بشپړیدو سره به د هغو سلګونو تنو زدکونکو ستونزي هوارې شې چې دمګړۍ یې د مناسبو ټولګیو د نه درلودو له کبله ورسره مخامخ دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دکیسه ډایجست پنځمه ګڼه له چاپه راووته .", "output": "د پښتو کیسه ډایجست پنځمه ګڼه په کابل کې دشپون پروډکشن له خوا او خپره شوه چې د ښاغلي اسدالله غضنفر ، زرین انځور ، ستانه میر زهیر ، ایمل پسرلي ، احسان الله ارینزي ،وږمې سبا ، وکیل شینواري ،اجمل پسرلي ،روشن لال ملهوترا،میرویس افغان وريښمنې سادات ، محب الله زغم، طوبا ندا ساپۍ ، نصیر احمد احمدي ، ظفر کریمي په زړه پورې کیسې د پیاوړي انځورګرعبدالهادي تپاند دښکلو انځورونو سره راټولې شوې دي . د یادونې وړده چې کیسه ډایجست دمحبوب الله محبوب او راحلې نوري په زیار په کابل کې ددانش خپرندويې ټولنې په تخنیکي څانګه چاپ شوې ده او په دې ګڼه کې ټول ټال پنځلس لنډې کیسې راټولې شوې دي . دکیسه ډایجست مینه وال کولای شي کیسه ډایجست په لاندې پتو ترلاسه کړي : پېښور : دانش کتابتون قصه خوانۍ بازار، پېښوریونیورسټي بک ایجنسۍ ، خیبر بازار ، پېښورجلال اباد :مجید مومند کتاب پلورنځی ،دخالد مېلمستون ترڅنګ ، مخابراتو څلور لاری هارون کتاب پلورنځی ، اسحاقزی مارکېټ ، لاندې پوړګودر کتاب پلورنځی ، اسحاقزی مارکېټ ، لاندې پوړکابل :دانش کتاب پلورنځی ، پخته پلورۍ کوڅه ، جا ده څلور لاری بهزاد کتاب پلورنځى ، نوى ښار تورابازخان څلور لارى بیهقي کتاب پلورنځی ، ده افغانان اميد کتاب پلورنځى ، دکابل پوهنتون دنجونوليليې ته مخامخ ده بوري واټ صميم نيټ ورک، دهمزنګ لومړي سرک ته څېرمه، محب زاده مارکيټ، يوولسم دوکانکندهار : افغان کتاب پلورنځی ، ارګ بازار ، کندهار کوټه : صحاف کتاب پلورنځی کاسي روډ ، کوټه غورځنګ کتاب پلورنځی ، ريګل پلازه ، جناح روډ ، کوټهخوست :غرغښت کتاب پلورنځی ، ښاروالۍ مارکېټ ، خوست پکتیا : علمي کتاب پلورنځی ، غزني لاین ، پکتیااو همدارنګه په افغانستان کې د نی شبکې له ټولو څانګو . يادښت : له درنو کیسه لیکوالو هیله کيږي چې خپلې نوې او ناچاپه کیسې په دې پته راواستوي .برېښلیک : kisa_daijast@yahoo.comاړیکې : ۰۷۰۰۹۹۹۶۱۵۰۷۰۸۱۹۸۳۶۷"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جنرال رحمت اله (روفی) ولی اودچا په امر له وظیفی لیری شو ؟", "output": "جنرال رحمت اله (روفی) ولی اودچا په امر له وظیفی لیری شو ؟ تر کومه ځا ی چه معلومه او ده اودلمر په شان یو روښا نه واقیعت دی چه محترم رحمت اله روفی دافغا نستان دملی فوځ یو باتور ؛غښتلی ؛په وطن مین اوخلگو ته وفادار شخصیت دی او د دغه دریو لسیزو په در شل کی خپل صداقت او وفاداری دعمل په ډگر کی په ډیره میړانه ثا بیته کړی ده چه دده دصدافت او وفادری ځخه هیځو ک ستر گی نشی پټو لای .محترم ډگر جنرال روفی صاحب تر هر بل ځه وطن اوخلگو ته خدمت کول ډیر مهم گڼل نوموړی هیځکله دشخصیت پر ستی روحیه نه درلوده دا ځکه په دغه دریو لسیزو کی ډیر رهبران اوډلی ولاړی او راغ� �ی ولی دی ده هیځ یوی ډلی سره نه ولاړ او نه دکو می مشخصی ډلی اویا گروپ سره را غلی یوازی دیوه مستقیل شخص په تو گه ئی خپلی وظیفه ته ادامه ورکړی ده .محترم دگرجنرال روفی صا حب دهیواد او خلگو هغه صادق اووطن دوست افسر دی چه دکار او فعالیت په جریان کی ئی دهیواد په بیلو بیلو سیمو کی په ډیرو لوړو نظامی او ملکی مقامونو کی دمستقیل � �خص په تو گه وظیفه اجرا کړی ده نوموړی بیت المال دخلگو مال او اما نت گڼلی ده اوهیخ نوع ناوړه استفاده یئ دځان په شخصی گټه نه ده کړی .دهیواد په داخل اویا ده هیواد ځخه دبا ندی هیځوک دا نشی ویلا ی چه نوموړی دی ده نورو په � �ان دشخصی ماڼی گانو،کاروان سرایونو،ترنسپورتونو،اویاد شخصی حسابونو مالک په دوبی اونوروخارجی با نکونو کی وی . محترم جنرال رحمت اله روفی دهغو والیانو په ډله کی نشی را تلای کوم چه دولایت دمقام له دفترونویئ دتریاکو اوهیروینو دراکړی ورکړی مغازی جوړی کړی دی .دلته می دهیواد دیوغښتلی اوتکړه لیکوال ډاکتر صاحب فارق عظم یوه لیکنه را پیاد شو کوم چه دبینوا په سایت کی ځه وخت دمخه خپره شوی وه او په هغه لیکنه کی را غ� �ی وچه زمونږ په هیوادکی داسی والیان هم شته کوم چه دهغوی د کار له دفتر ځخه یو وخت ده 8ټنو په شاوخواکی تر یاک ترلا سه شوی وء . . د کندهار والي رحمت الله روفي هغه وخت له خپلې دندې ليرې کړاى شو، چې د ډسمبر په لومړيو کې يې له احمد ولي کرزي سره شخړه راغله، ستونزه د کندهار په دوراهي سيمه کې د ځمکې پر سر رامنځته شوه. احم د ولي کرزي او ورنژدې کسانو يې غوښتل دغه ځمکه خپله کړي خو والي يې مخالفت کاوه، تر لانجې شل دقيقې تېرې نه وې چې له کابله ټليفون راغى او نوموړى کابل ته وروغوښتل شو او له دندې ليرې کړاى شو. تر دې مخکې د سپين بو� �دک د ولسوال ګل محمد بدلون هم د لانجې يو اړخ ګڼل کېده، چې د هغه تر ليرې کېدو وروسته د سرچينو په حواله چې د نشه يي موادو قاچاق او لېږد رالېږد ته څو برابره زمينه برابره شوه .فرانس پریس اژانس دراپورله مخی چې وائی دافغانستان دستراتیژیک ولایت ، کندهار والي وايي چې له خپلې دندې د دې لپاره لېرې کړای شو چې ده په خپلو کارونوکې د ولسمشرکرزي د ورور پرلاسوهنو اعتراض کړی وو. رحمت الله روفي چې پخوا داردو صاحب منصب وو، دکندهار دولایتي شورا پرريیس احمدولي کرزي تور ولګاوه چې په کندهار کې یې د ده لپاره خنډونه جوړول خو احمدولي کرزي تراوسه پوري درحمت الله روفي د تورونوپه باب څه نه دي ویلي .جنرال روفي وویل چې زه دولسمشرکرزي په مستقیم امر دکندهار د والي په توګه له خپلې دندې څنګ ته شوم . دا په داسي حال کې ده چې مخکې ښاغلي روفي � �سنیو ته ویلي ول چې یوچا له کابله تېلفون ورته وکړ چې نور والي نه دی اوده ټېلفون کوونکی ونه پېژانده اوښاغلی � �وفي اوس وايي احمدولي کرزي به زما په کارونوکې لاسوهنه کوله خوکله چې ما ورسره مخالفت وکړ، له کاره برطرف شوم . . د والي د ټاکلو او ليرې کولو مسووليت په کابل کې د کورنيو چارو وزارت او اداره امور لري چې مشر يې ښاغلى پوپل دى، چې په قبيلوي لحاظ د ښاغلي کرزي له کورنۍ سره تړلى کس دى او دا هغه مسئله ده چې احمد ولي کرزى تر ډېره ترجېح ورکوي. د کندهار ليرې کړل شوي والي رحمت الله روفي، چې درې مياشتې مخکې په دې دنده وګمارل شو، د هر ډول اصلاحاتو راوستلو ژمنه وکړه. خو هغه رسنيو ته په ډاګه کړه چې احمد ولي کرزي يې په چارو کې په مستقيم ډول لاسوهنه کوله. که څه هم احمد ولي کرزى وايي چې د والي په چارو کې يې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې، خو تر دې مخکې ګل اغا شېرزى هم له ورته ستونزې سره مخ شو، چې د ګل اغا شېرزي له تګ سره په کندهار او شا و خوا ولايتونو کې امنيت او بيارغونه له صفر سره ضرب شوه. اداري فساد دلته دومره اوج ته ورسېد چې ټولې ادارې د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزي ته سر ټيټوي، هره ناروا يې پټوي او هر ډول غيرقانوني کار ته يې د � �انون رنګ ورکوي. په کندهار او شا و خوا ولايتونو کې د ښاغلي احمد ولي کرزي داسې يوه مافيايي کړۍ فعاله ده چې څوک د ده په اړه هېڅ هم نه شي ويلاى او رسنۍ هم په دې برخه کې چوپه خوله دي. افغان ولسمشر ښاغلى حامد کرزى چې د خلکو په رايه ټاکل شوى او ژمنه يې کړې وه چې د ولس هرې غوښتنې ته به لبيک وايي، په حقيقت کې د خپل نازولي ورور يو ناز هم پر ځمکه نه اچوي او د هغه پر هر غيرقانوني کار او عمل يې پرده غوړولې ده، په لسګونو قومي مشران، فرهنګيان، روشنفکران او نور استازي حامد کرزي ته ورغلي خپل ګرېوان يې ورته څيرلى او د احمد ولي کرزي شکايتونه يې ورته کړي دي، خو ښاغلي ولسمشر په دې برخه کې هېڅ هم نه دي کړي. که څه هم په ظاهره يې ويلي وو په دې برخه کې به جدي اقدام کوي. احمد ولي کرزى چې په اصل کې د کندهار مطلق واکمن دى ..پای رحمت اله روان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالب ویاند : د حکومت سره دخبرواترو خبره نوې نه ده", "output": "طالبانو ویلي چي د حکومت سره د م ذاکراتو خبره څه نوې نه ده ،موږ هیڅ وخت د مذاکراتو سره مخالفت نه دی ښودلی . او هر وخت تیار یو چي دکابل د ادارې سره مخامخ خبري وکړو . طالب ویاند قاري یوسف احمدي داخبري د بېنوا ویب پاڼي سره د یو ځانګړي مرکي په ترڅ کي د ټيلفون پر کرښه وکړې . هغه وویل چي طالبانو هیڅ وخت د مذاکراتو خبره نده رد کړې موږ پخوا هم ویلي اوس هم وایو او په راتلونکي کي هم وایوچي د هيواد د پشپړې آزادۍ په شرط او د اسلامي اصولو په نظر کې نيولو سره له کابل سره خبرو کولو ته چمتودي . د یوې بلي پوښتني په جواب کي چي تېره اوونۍ تاسو د کرزي د خب� �و په غبرګون کي بې قېد او شرطه خبرو ته چمتو والئ ښووولی و ؟ ښاغلي احمدي وویل ( ځیني رسنۍ په لوی لاس د خبري څخه ډنډوره جوړوي هغه ما د یو ژورنالیست د یو داسي پوښتني په جواب چي که کابل د کوریایانو سره د خبرو په څیر تاسي ته دمخامخ خبروزمینه برابره کړي تاسي تیار یاست چي هلته لاړ شی ؟ وویل چي طالبان هر وخت خبرو ته چمتو دي هغه که په کابل یا د هیواد په هره برخه کښي وی او یا هم په کوم بل اسلامي هیواد کي وي موږ خپل استازي که یې تضمین وشي هلته لیږلای شو. په هغه پوښتنه کي د قید او شرط خبره مطرح شوی نه وه . ښاغ� �ي احمدي وویل چي کابل اصلا د خبرو واک نه لري او پر هغه څه سترګي پټوي چي ټوله نړۍ ته د لمر غوندي روښانه دي . د یادولو وړ ده چي تیره اوونۍ دولسمشر ښاغلي کرزي د خبروپه غبرګون کي چي طآلبان ادرس نه لري چي خب� �ي ورسره وکړو ، طالبانو د خپل وياند په خوله له دولت سره خبرو کولو ته چمتووالی ښودلی او ويلي يې وه، له دولت سره خبرو کولو ته چمتو يو٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزنى کې ١١ تنه وژل شوي", "output": "د هغه وسه والې جګړې په ترځ کې چې نن د غزنى ولايت د ګير وولسوالۍ کې د دولتى پوليسو او طالب جنګياليو ترمينځ وشوه ١ تن پوليس او ١٠ نه مخالف جنګيالي وژل شوى دى .د غزنى د پو� �يسو مشر سرجنګ د جګړې پخلى کوى او وايى تر ١٠ ډيرو شورشيان وژل شوي دي . دپکتيا د زرمتو ولسوالۍ کې هم تيره شپه د يوې نيښتې په ترځ کې ١ تن پوليس مړ او ٣ تنه نور ټپيان شوي . دولتى چارواکى ادعا کوي چې ٣ تنه طالب جنګيالى يې نيولى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د وينا ازادي څومره پراخه سوې ده", "output": "د ولسمشر حامد كرزي په وړاندې راولاړ شوي اوولس تنه كانديدان په خپلو انتخاباتي منډو ترړو په لړ كې د انتقالي دولت پر مشر او د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره پر پياوړي كانديد حامد كرزي په اړه له داسې اصطلاحاتو نه كار اخلي چې د نړۍ په يو ګوډ كې يې هم كوم كانديد د خپل مخالف په وړاندې نه اخلي . د حامد كرزي د دولت په وخت كې د وينا ازادي دومره پراخه سوې ده چې يو كانديد كه د دولت مشر ته كنځلې هم وكړي پوليس او نور امنيتي كسان چوپه خوله ناست وي ،د نړيوالو خبري اورګانونو د خبرونو له مخې اوسنيو كانديدانو خپل ټول پام د ښاغلي كرزي په دولت نيوكو ته اړولى دى ،د نړيوالو رسنيو د خبرونو له مخې په دې وروستيو كې د شمال ټوپكواكي او د ولسمشرۍ د يو كانديد جنرال دوستم يو نزدي كس اكبر باى په پلخمري كې په امريكا يې قوتونوچې په افغانستان كې دي نيوكې وكړې او هغوى يې د حامد كرزي په ملاتړ تورن كړل ، اكبر باى په همدغه غونډه كې وويل چې د ملګرو ملتو دفترونه په افغانستان كې د امريكا جاسوسي مركزونه دي ،او د ملل متحد نه يې په افغانستان كې وغوښتل چې خپل دفترونه وتړي او يا دې د ښاغلي كرزي استعفا واخلي ، وروسته د جنرال دوستم بل وياند د اكبر باى خبرې رد كړې . تاسو وګورۍ كه د كرزي په ځاى د شمال يو جنګسالار د انتقالي دورې مشر وايي هيڅ يو كانديد به هم داسې په خلاصه خوله ويناوې او يا د دولت په وړاندې داسې كږې وږې خبرې نه وايي كړې او ټولو به ځان ساته او په ډيره محتاتانه توګه به يې خبرې كولې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د لوړو زدکړووزارت:د کانکور پاتي راغلي غواړو", "output": "د روان کال د کانکور په آزموينه کې � �ه پاتو راغلو زدکونکو څخه د لوړو زدکړو وزارت غوښتنه .د لوړو زدکړو وزارت له ټولو هغو زدکونکو څخه چې د کانکور په آزموينه کې د پاتي راتگ سره سره ېې لوړي نمرې اخيستي غوښتي چې د ښونکو د روزنی په مراکزو کې نومونه وليکي .د دې وزارت وزير اعظم دادفر وويل چې په دارالمعلمينو کې به هغه زدکونکي جذب کړای شي چې لږ تر لږه 160 نم� �ې ېې اخيستي وي . دا په داسي حال کې ده چې سږکال د افغانستان د مختلفو سيمو 80 زرو زدکونکو د کانکور په آزم وينه کې گډون کړی وو چې له هغې ډلي لږ شمير يي جذب شوي دي .څه موده وړاندي د پوهني وزارت ويلې وو چې 97000 ښونکو ته اړتيا لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتیکا: طالبانو د سیمې د خلکو کارتونه ټول کړل", "output": "میرویس جلالزی عیني شاهدان وایې چې وسله والو طالبانو د پکتیکا ولایت له اوړممۍ ولسوالۍ څخه د خلکو هغه کارتونه ټول کړي چې په انتخاباتو کې یې د ګډون لپاره اخیستي وو.د دغې ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو په ښرنه کې د بینوا ویب پاڼي همکار ته په ټ� �یفون وویل چې وسله والو له اوړممۍ څخه د ټولو خلکو د انتخاباتو کارتونه ټول کړي او وروسته یې سوځولي دي.دا په داسي حال کې ده چې افغان دولت به سیمه کې د ډاډمن امنیت خبره کوي.د ټول ټاکنو د دفتر چارواکو تر اوسه په دې باب خپل نظر نه دی څرګند کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ما په خدای وسپاره", "output": "زما د ژوندون شېبې ترخې شوې ما په خدای وسپارهنور مې د هیلو مراندې پرې شوې ما په خدای وسپاره زما د وطن په پاکه خاوره اوس سورمخي پرنګیان پراته ديزما د بابا توره را واخله ما په خدای وسپاره کور راته ګور کټ مې سور اور شو خوب آرام مې نشينورې اولکې راته سور اور شوې ما په خدای وسپاره کوم سوګند چې یا به بایلمه خپل سر او یا به دوی وباسمزما د الله سره وعدې شوې ما په خدای وسپاره ډېر زهیرېږم په غیاب چې قصې اورم د بابا د تورېمورې دا څرنګه نخرې شوې ما په خدای وسپاره چې ما آباؤو پکې کرلي ؤو تنکي ګلونه په هغه بڼ نن د خزان څپې خورې شوې ما په خدای وسپاره چې مو ورکړي ؤو غاښ ماتي ځوابونه د تاریخ په اوږدویو ځل مو بیا نن د هغوی سره جګړې شوې ما په خدای وسپاره ګوره غلیمه چې *غازي په څېر زلمي زیږي هما خاوره دهکه خدای کول یو ځل به بیا راته شرمېږي ما په خدای وسپاره ((خرمه)) واوره د الله هغه وعدې چې یې قرآن کې کړېد حق په وړاندې د باطل خونې سپېرې شي ما په خدای وسپاره * غازي محمد جان خان وردګ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حامد کرزی: طالبان او نور مخالفین د په ټاکنو کې برخه واخلي", "output": "عزمت علی افغان ولسمشر حامد کرزي په دلو ضد طالب وسله والو او نورو مخالفو ډلو غږ کړی چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي.حامد کرزي په خپله یوه وینا کې چې له ملي ټلویزیون څخه خپریده له ټولو افغانانو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپل مسولیت ادا کړي.دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ویاند قاري یوسف د حامد کرزي دغه وینا یوه امریکایۍ ډرامه وبلله چې پر وینا یې هیڅ طالب به په ټاکنو کې برخه وانه خلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "کله چی اسمان کی سپوږمی وخاندی دلته ستا ګریوان کی غوټی وخاندی زما دزړه په کور کی سلګی وناڅی بیا چی ستا دپوزی هوګی وخاندیستوری په اسمان کی سترګکونه کړی � �اندی بیا پرځمکه شپیلی وخاندیبس تنکی نسیم راتخنوی ګلان کله چی شبنم ته غوټی وخاندی کله چی زاهد توبی توبی باسی هلته درندانو ټولګی وخاندیناڅي او مستی کوی دوی دوه په دوه می او میخانه او ساقی وخاندیهلته چی بورا دګل صفت کوی دلته پټه خوله ستا خولګی وخاندیشپه می په ورو ورو د جنت لورته وړییوځل چی لیلا په مستی وخاندی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عاجل خبر: آصف علي زرداری کابل ته را ورسید", "output": "د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د کابل پر وخت دوه بجې او 10 دقیقې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته را ورسید . د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د زرداري د بدرگې لپاره گڼ شم یر دولتي سرتیري او د ولسمشر کرزی خاص امنیتی ځواکونه د یو شمیر زغروالو او گولۍ ضد موټرو سره یو ځای واستو� � شول .زرداری به نن شپه په کابل کی وی او د بیگا ډوډۍ به د کابینې له وزیرانو او ولسمشر سره د گلخانې په م اڼۍ کې نوش جان کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کي د اکبر ایازي په ویاړ يو شاعرانه ماښامی", "output": "دسې شنبې د ورځې په ماښام د په کابل کې د ژورناليزم په نړيوال مرکز کې د افغانستان د وتلې او تکړه ژورنالیست اکبر ايازي په وياړ کابل ميشتو ف� �هنګيانو او د ژورناليزم نړيوال مرکز په ګډه يو شاعرانه ماښامی جوړ کړی و. دا ماښام د موسيقۍ په ترنګ کې حفيظ الله ګردش په خپل خواږه غږ سره پيل کړ. د ماښام تر لمانځه وروسته مشاعره پيل شوه او تر يوه ساعته يې دوام وکړ. د مشاعري وياند بازمحمد عابدو. تر مشاعرې وروسته محمد حسن ولسمل اوحبيب الله رفيع لنډې خبرې وکړې. ورپسې اکبر ايازي لومړی د هغو کسانو څخه مننه وکړه چې دا شاعرانه ماښامی يې جوړ کړی و او بيا يې په ژورناليزم اوږدې او ګټو� �ې خبرې وکړې. تر ده وروسته استاد شپون خپلې خوندورې او خندورې خبرې وکړې چې ډېرو يې د اکبر ايازي سره په خاطرو تکيه کوله. . تر مشاعرې وروسته يو ځل بيا حفيظ الله ګردش د موسيقۍ پردو ته کيوتو او د زړه له تله يې د حمزه بابا غزلې وويلې . د موسيقۍ په په دوران کې به ځينو يارانو په خوندور اتڼ سره د ليدونکو مستي يو په دوه کوله. په دې ماښام کې پر يادو شويو ښاغليو سربيره پيرمحمد کاروان ، اسماعيل يون، ستانه مير زهير، عبدالهادي هادي، عبدالنافع همت، ياسر ثمرخلي، شيرحسن حسن، عزت الله شمسزي، محمد نبي تدبير، زاهد شاه انګار، نورالحبيب نثار،توريالی، حفيظ الله غښتلی،ډاکټر اکبر، غني مدقيق، نظام الدين ماليار، جمال ناصر، عبدالحميد سروش، بريالی وياړ، ولي محمد کنډيوال، سيد سليمان آشنا، اجمل تورمان، سيد اختيار سباون، دانش کړوخيل، ولي محمد احمدزی، حميد موم ند، امير بهير، امين مدقيق، روح الله انوري، آصف ننګ، خپلواک ساپي، مصطفی سالک، حکيم سمسور، شيرآقا کريمي، � �حيم الله سمندر او نورو ډېرو په کې ګډون کړی و. دا ماښام د شپې تر نهو بجو وغزيدو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغانستان دبهرنيوچار وزير ( سپينتا ) دي نه لولي !", "output": "اى دغربي دموكراسې � �يونيانوڅراغ درته بليږي اورله بل كلي راوړى. دافغانستان دبهرنيوچارو دوزير دهغوبي مسوليته خبرو په اساس چې دملي ،افغاني اواسلامي ارزښتونوخلاف يې خوله وازه كړي وه بايد وويل شې چې ښاغليه : امريكا يو غربئ هيواد دي ،پر غيري اسلامي موازينوولاړسرمايداري نظام دي چې دموكراسې دډالروپه تبادله سره پلي كيږئ ،دموك� �اسې په غرب كې دشتمنودسرمايې دخوندې سا تلو لپاره يو داسې وسيله ده چې له وږو غريبو او عامو خلګو خپله سرمايه وساتې او خپلو واكونو او واكمني ته د خلګو په اوږو پراختيا او دوام وركړي .امريكا يې دموكراسې دسرمايې دډي� �يدودعلم د پراختيا ،پرمختګ ،افتصادي پياوړتيا دټولينز تكامل زيږنده ده ،چې دلوړي طبقې دامتيازاتو دساتلو � �پاره پلي كيږي . امريكا يو سرمايداري او امپرياليستي ،انحصاري هيواد دى چې سيا سې قدرت دسرماي په لاس كي دي ،دسرمايي په اساس اوړي را اوړ ي،ددي لپاره چې سرمايه په دوران كي وي ښي ګټې ترلاسه كړي نو يي ددموكراسې په نامه يو داسې قانون جوړكړيدى چې هرسرمايداره ته پكي واك ورسيږي سرمايه يي په كارولويږي او ښي ګټئ ترلاسه كړي ،دعامو خلګو دراجلبولواو پرهغو دخپلو سرمايو دساتلو لپاره ځنې امتيازات وركړيدي ،دقانون پلي كول څكه اړين دي چې سرمايدار پكي ډيره ګټه لري يوازي عاموخلګوته لږ حقوق وركول كيږي اصلي ګټه دسرمايدار جيب ته په هره برخه كي لويږئ . دادمنلو وړنه ده چې غربئ دموكراسې دانساني ژونددټولنيزونيمګرتياو پوره كيدونكي او دانسانې ټولني دتكامل او ټولنيز نظم او انصاف يا عدالت دپلي كيدو يوازيني لاره ده ،بلكي نوري لاري چاري هم شته چې په پلي كيدوسره يې ټوليز عدالت په ښه ډول پلي كيداي شي لكه داسلامي اصولوپه رڼاكي ټوليزنظام جوړول چې هغه پر وا� �عې محمدي اصولو او الاهې احكامو ولاړوي نه داچې انساني غوښتني پكي ځآي شې ،ځكه په انسانې غو ښتنو كي تو پير او بي عدالتي منڅ ته راتلي شې .چې خپلو ملي ارزښتونوته په وده وركولواو علمي كولوسره يې يو ه نيكمرغه ټولنه جوړه كړيده ،داهم ديادونې وړده چې له نړي دونه نوي شيان موږ راواخلوچې په مټ يي خپلو ارزښتونوته وده وركړو،دټولنې په وده او تكامل كي ترينه كارواخلو، نه داچې خپل ملي ارزښتونه ترقربان كړو،اوددو ي ترپوره اغيزي اوواكمني � �اندي راشو چې په دي كارسره كولاي شو خپل ملي هويت له لاسه وركړو، څومره ظلم نارواوي او ناوړه كارونه له قانو ن او انسانې حقوقو سرغړونه چې په امريكا كي كيږي په ټوله نړ ي كي نه ترسترګو كيږي ،داچې دوي دخپلي سرمايي او قدرت په واسطه خپلي توري څيري او ناوړه كارونه پټ كړيدي دابيله خبره ده . امريكايي او غربئ دموكراسې دهغو خلګولپاره چې ملي احساس اسلامي عقيده او افغاني غرورپر ځان باور ونه لري پوره اهميت لري ،امريكاي او غ� �بئ دموكراسې دټولوخلګولپاره ترهغه ځايه امتيازات ټاكي دكار او فعاليت زمينه يې ورته برابره كړيده چې ددوي له ګټوسره ټكرونه كړي . دابايد هيره نه كړو چې دغربي دموكراسې دپياوړتيا لپاره ډيرعلمي او اساسې كارونه � �ويدي ،چې دقانو احترام او پلي كول پرټولولازم دي ،هغو ي دقانون پلي كول ترټولوغوره بولي ددي قانون په اساس يي دټولوطبقو او وګړو حقوق په خپله اندازه خوندي كړيدي ، بارك اوباما كه له ځانه سره ښه استعداد پوه لري خو په ځنګ كې سرمايه او سرمايداري قوت هم ترشاولاړ دي ،اوباما داسې شخص نه دي چې په تنخا او يا خپلو كارونواو امكاناتو په اسا س دي دعلم يوهې له لاري واك ته رسيدلي وي بلكي دي هم دلويوسرمايدارو څخه دي او لوي سرمايدا� �ان يې ترشا ولاړ دي ،دده تګ لاره دسرمايدارانو دسرمايې دساتلواو ښي ګټي كولولپاره ټولوته په زړه پوري اودمن� �و وړوه نو څكه يي ورته رايه وركړه واك ته يي ورساو ،امريكايانو خپل هيوادته كاركړيده او دهيواد دساتني لپا� �ه دهرډول توپيرپرته يې مبارزه كړيده اودملي ګټودساتلو لپاره په يوه سنګركي دريدلي دي .وقدرت ته درسيدواو دخپلي سرمايي دډيريدو لپاره يي دنوروغلامي ته غاړه نه ده ايښي ،له دي ټولو ښيګڼوسره سره امريكايي دموكراسې نيمګړتياوي اوستونزي هم لري ،فقرلوږه ،بي كاري بي عدالتي اخلاقې فسادونه خلګوته اهميت وركول دمادي ام تيازاتوپه اساس جناي جرمونه غلا رشوت پرخوارانو ظلمونه په اسمان كي چكرونه وهې . له دي مي مطلب داو چې دښاغلي سپينتا دخبرولپاره يو ه لنډه رڼا ولويږي ، اوس به راشو دي ته چې ښاغلي سپينتا دجناب كرزي او ك� �زيزم دنام نهاده دولت دوزير خبروته چې دولت يې پراداري ،مافيايي ،ملي ضد روحي او اخلاقې فسادونو،ككړ اوولاړدي خبروته چې ويلي و:كه په امريكاكې يوتورپوستي ولسمشر كيږئ ځوك به په افغانستان كي يوهزاره ازبك او تاجك ولسم� �ر كړي ، داريښتيني دموكراسې ده افغانستان هم داسې دموكراسې ته اړتيا لري ، ستا له خبرو دورايه معلوم يږ ي چې څونه دملي او افغاني اسلامي ستروارزښتونو خلاف او دغرب ددموكراسې ليوني يې چې پكي هردول ټولنيزي ناروغي او فسادونه اوج ته رسيدلي او مستقيما داسلامي احكامو پرخلاف ولاړي دې ،او دتوكميزوملي يوالي دله منځه وړلودغ� �امي په ناوړوناروغيو چې ترايډيز بدتره ده اخته يي ، تاسوته اوستاسو ملګروته يوازي غربئ دموكراسې اهميت لري ،دپردو كلتورونوچې ټولنه په هرډول اخلاقي فسادونو اخته كوي دراوړلولپاره مبارزه كوي ،دالويه ګنا زموږ دملت دي چې دافغاني غرورلرونكي پر هيواد مين خلګ ياوژنو يايي دكافرانوؤتروريستانو او نوورنومونو له وطنه شړو يايي پر كورونو كينو .په هيواد كي دخلګوترمنځ دملي يوالي هيځ ستونزه نشته دادتوكمونوخبري يوازي هغه كوي چې دپرديو غلامي كوي او له دي لاري غواړي خپل جيبونه له ډالرو ډك كړي ا و دخلګو په ژوند لوبي وكړي ،تاسو خو هيځ دتوكمنودهزاره ګانو تاجكانوازبكانو استازيتوب نه شې كولاي نه يې ځو ك دركوي اوبيا كه داناري وهې كه خداي نه خواسته وه اوسي نو چې ځانونوته پوهان هوښياران اومشران واياست دملي يوالي ،دهيواد دپرمختګ ،دازادي دقانون دپلي كيدولپاره موڅه كړيدي ، ايا تاسوته ايراني ګټي او امرونه اهميت ترهزاره او تاجك نه ل� �ي ؟دهمدغو نارواوو ګټولپاره موڅونه هيوادوال شهيدان كړل ؟ايا تاسو اوستاسوترشا ولاړ يا ستاسو په هم ايه خلګ دلو ي ايران خبري نه كوي ؟ايا دتاجك ميديا پاڼه په ښكاره يا پټه ستاسو ترلارښوني لاندي پرمخ نه بيوله كيږي ؟ايا تاسو او ستاسو په شان نورپلورل شوي كسان احمدشا مسعود دايران دسرزمين شير نه ،بولي ؟تاته تاسوته كوم هزاره تاجك ويلي دي چې موږ دايرن غلامان كړي ؟ موږ ايرانيان يو ؟ستاسو په سيډونو كي دايرانې فرهنګ دپلي كيدولپاره هلي څلي نه كيږي ؟زه تادتاجكو هزاره ګانو ازبكانو وروڼو او هيوادوالو استازي نه بولم بلكي هرڅوك چې دپردو غلامي وكړي اويا دنوروترسيوري لاندي كينې هغه افغان نه دي اونه يي اولس افغان بولي ،هرسړي چې په دي هيواد كي اوسيږي هغه افغان دي له هرډول توپيرپرته ،دافغانيت لرونكي ته قدروركو كه هرڅوك وي ،دوياړوړدي ، افغانانوته غلام غلام دي كه هرڅوك وي ،تاسو او ستاسو په شان نورايران روسي او غ� �ب ته په وفاداري سره دي لويومقامونه ته نه ياست رسيدلي ؟ نه دافغاني لويو خويونواوغرورپه اساس .تاسو چې هرڅه ترلاسه كړيدي داد افغانيت دله منځه وړلو اودغربئ دموكراسي دپياده كولولپاره دي .تاسو خپله ملي افغاني اسلامي ضد روحي ۀ موخه او افكارلري بيانو څنګه ځانته داوك وركوي چې وواياست هزاه يا تاجك دي ولس مشر شې ؟اوافغانستان ته داسې دموكراسې اړتيالري .دسقاو دزوي او درباني واكمني هيوادوالوته ښه په ياد ده چې څۀ نه وه چې ويي نه كړل تاريخ ددوي په كرغيړنواعمالوشرميږي ،ټول تاجكان هزاره ګان ازبكان تركمنان پري شرميږي ، ټول افغانا ن ورباندي شرميږي ،كشكي دوي يوداسې كاركړي واي چې هيوادوالواويا تاريخ ورباندي لوړ كتلى واي .داټول كارونه يوازي پلورل شويوكړي او كوي كه په هرتوكم پوري اړه ولري كه پښتون دي هزاره يا تاجك او ازبك دي ،داپلورشوي ملي نفاق ته لمن وهي ترڅو دخپلو بادارانو ارمانونه پلي كړي ،په هزاره ګانوازبكانو اوتاجكانوكي داسې ملي افغاني لوي شخصيتونه ډيردي چې تاريخ او ټول هيواد ورباندي وياړي ، موږ هغه يادوو هرڅوك چې دپردودګټولپاره كاركوي دخپلو بادارانو دخوشحاله ولولپاره كاركوي ، او دافغانيت صد وي يادو. ښاغلي سپينتا ؟ستاسو څيري خلګوښي پيژندلي دي په ناروسورومواولس نه غوليږي ،تاسو چې ترافغاني اسلامي ارزښتونوغربئ دموكراسې ته اوليت وركوي اوټول ملي ارزښتونه تري قربانوي نو پو شې چې تاريخ وهلي څيري ياست او داارمانونه به ناوړه ګورته يوسې ، كه په تاسو كي همت افغانيت او اسلاميت واي نو موږ څه كم لروچې دنورويې � �اوړي هغوته مو بايد وده وركړ ي واي .څونه ښه او غوړيدلي دموكراسې چې په اسلام ا افغانيت كي ده ددنيا په يوه هيواد كي هم نشته خو افسوس چې چاورته كار نه د ي كړي ، ټول دتامني چې دخپل كلتوردغنا او علمي كيدولپاره دي له نوري نړي مرسته راوغوښتله شې له هغو دي زده كړ ي او بيا دي پلي كړي ،موږ دنړي يو ه برخه يو جلا نه شو اوسيد� �اي اړيكي بايد داسې سره ولروچې موږ يي په خيټو كي ونه لويږواو زموږ افغانيت پكي لاهو نه شې ، كم ضميره بي همته خلكوته دنورتقليد ښه ښكاري ،دوي خواران دونه په پردوپسې ليوني دي چې ځانونه او كورونه يي هم ددو ي په بڼه كړيدي ،دادكم ذاتي لمړي اصل دي ،چې افغانانوته دمنلو وړنه دي هغوي چې افغانيت او افغاني كلتور له لاسه وركړي او دنورتقليد كړي هغو ي هرځه دلاسه وركړي دي دوي خواران نورداسې ځه نه لري چې له لاسه يې وركړي ، دغربئ دموك� �اسې به سل كاله كيږي خو دافغاني اواسلامي دموكراسې په زرګونو اوسوونو كلونه كيږي ولي دهغي دغوړيدو راژوندي كولو او تكامل لپاره كارنه كوي ،چې بنسټونه يي هم پاخه او ازمويل شويدي ،هرډول ټوليز عدالت او انصاف پكي پروت دي ،تاسوته څراغ بليږي اورله بل كلي راوړي ،دادغربي دموكراسې ليونيان دخپلونفسياتي خواهيشاتو دپوره كو� �ولپاره دافغانيت دله منځه وړلو لپاره هلي څلي كوي چې اولس يي نه مني ،لكه څنګه چې په بمونو طياروكي راغلي ياست همداسې به بيرته له غربئ دموكراسې سره بيرته څي ،تاسو اوستاسو په شان نورودغربي دموكراسې ليونيانوته دا وړانديزكو چې دپردوله پيښو تيرشې ،دپردوتقلب مه كوي خپل هرڅه لري كه له خدايه ويريږ اوپردي ملت موزړه سوڅ ييږي او كه مو په فكر اوزړه كي لږ انساني مينه او خواخوږ ي وي نو افغانيت راژوندي كړي اسلامي ارزښتونوته لم ړيتوب وركړي ،پرخپلوخلګو زړونه وسوڅئ .له دي بي مسوليته او ناوړوخبرولاس واخلي دڅو ډالروپه مقابل كي داو� �س ويني مه تويه وي . موږ چې افغانانو و ،افغانيت مودرلود ورته وفاداره و،ترڅان افغانيت راباندي ګران و،ژوند مودرلود عزت مودرلود،سرلوړي و ،اباد اوسمسوره وپياوړي او اوچته و،خلګو دتوريالو په سترګه راته كتل پرجهان مونوم پروت وخو افسوس دامو هرڅه دافغانيت له پريښودلوسره له لاسه وركړيدي - ترڅو په افغانستان كي م� �ي افغاني او اسلامي ارزښتونه نه وي راژوندي سوي،- افغانيت ته تكامل نه وي وركړل شوى ،افغاني ارزښتونه علمي شوي نه وي ،- افغانيت ته لمړيتوب نه وي وركړل شوي ،افغاني خويونه مونه وي خپل كړي ، سوله او نيكمرغې به د هوسې په ښكرو كي په لويو غرونو كي منډي وهې ،مو ږ به لالهانده اوسرګردانه پسې ګرڅو ، دهرچا ترتازيني لاندي به بي عزته او سرټيټئ ژوند كو .په افغانانوكي دملي افغاني روحي او خويونو،افغانيت دراژوند ي كولو په هيله دم لي يوالي او پوره سرلوړي په هيله ،دپلورل شويو ناوړو څيرواو ناوړوپلورل شويو فكرونو درسوايي او نابودي په هيله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سترګو هنر", "output": "زمـا په شــان زخــمي ځيـــګـر نۀ لــــري ځـــکه لــه حـــالـه مې خــــــبر نۀ لــــري چـې زه سـنګـين يې کومه لاره څـارم اشـــنا پـه هغـــۀ لار ګـــذر نـه لـــري خلک په ســترګو کــړي د زړۀ خــبرې ســــترګې زمــا دغــه هــــنر نۀ لـــري"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښوونكو د ماشومانو د حقونو په اړه زده كړه ترلاسه كړه", "output": "دكب ۲۶مه په اروزګان ولايت كې د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع ټولنې هغه دوه ورځنى سمينار پاى ته ورسيد چې د دغه ولايت د پوهنې رياست اړونده ښوونځيو ترديرشو زياتو ښوونكو او منسوبينو پكې ګډون درلود.په دغه سمينار كې چې موخه يې ښوونكو او په عامه توګه خلكو ته د ماشومانود حقونو په اړه معلومات وركول، او له هغوى سره ښه چلند ته د خلكو هڅول دي، په پام كې ده چې د دغه ولايت په اووه نورو ښوونځيو كې هم د روزل شويو ښوونكو لخوا ترسره شي. په عين وخت كې د دغه ولايت د پوهنې رياست چارواكي وايي، دهغه نيژدې دري شپيته زره كتابونو د ويش لړۍ په خورا چټكۍ روانه ده په دې وروستيو كې دغه ولايت ته د پوهنې وزارت لخوا ور استول شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په سنګين كي د دولت او مخالفينو ترمنځ جګړه سوې", "output": "پرون ماښام د هلمند په سنګين ولسوالي كي د دولتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ جګړه سوې ده، د هلمند د والي وياند حاجي محي الدين وايي چي يو شمېر طالبان له مخكي په كمين كي ناست وه چي دولتي پوليس پكښي ښكېل سوه او ترمنځ يې نښته رامنځته سوه، نوموړى وايي د جګړې په ترڅ كي درې طالبان ووژل سوه، چي يو مړى يې په سيمه كي پاته و او دوه نور يې له ځان سره وړي دي، د والي وياند زياته كړه چي په دې جګړه كي دوه كلاشينكوفونه هم دوى ته په لاس ورغلي دي. بل لوري ته طالبانو دعوه كړې ده چي د همدغي ولسوالۍ د كندهار اډې په سيمه كي يې د دولتي پوليسو موټر په راكټي بريد كي له منځه وړى دى چي نهه تنه پوليس يې وژلي دي، خو دولتي چارواكي د طالبانو دا ادعاوي ردوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "۱۹ له محاسنوداسلام څخه دحقوقومراعت کول دی", "output": "بسمه تعالی، محترمومسلمانانو� �۹له محاسنوداسلام څخه دادۍ چی له یوه طرفه اسلا م د انسانانو په منځ کښی دداسی مقدسورشتواومعنوی ا� �تباطاتو ایجاد اواحداث کړیدۍ چی که انسان دهغورشتومراعات اولحاظ وساتی نوټوله بشری ټولنه به له یوه بی مثله اواعلی ترین وحدت اویووالی څخه برخورداره سی اوله بله طرفه اسلام په دغورشتوکښی دهری رشتی ودواړوسرواوط� �فوته دفطرت له تقاضاسره برابر اودسلیم عقل اودنفس الامر له توافق څخه برخورداره حقوق په نخښه کړی اوانسانان ئی دهغوی په اداکولو سره مأمور کړی اومکلف کړیدی تفصیل ددی اجمال دادۍ چی اسلام دانسانانوپه منځ کښی په دی شرح ه سره درشتوقائل دۍ اول دبشریت رشته دوهم دټولوانسانانوپه یوه پلاراومورکښی داتحاداویووالی رشته ده دریم ددین اوده ایمان رشته ده څلورم دجواراوهمسايه توب رشته ده پنځم دنکاح اوزوجيت رشته دهشپږم دتوا� �داودتناسل رشته دهاوم درضاع رشته دهاتم د داستيمان اوامان رشته ده نهم دمعاهدې اودتړون رشته ده لسم دعقدال� �مة رشته ده يؤلسم دصغر اوکبريعني دمشرتوب اوکشرتوب رشته ده دؤلسم داميريت اومأموريت رشته ده ديارلسم دما� �کيت اومملوکيت رشته ده او دا داسي رشته ده چي دانسان اودحيوان بلکی دانسان اودجماداتوپه منځ کښي هم ددغی رشتې له لاری اتصال اوپيوستون راځی داسلام مقدس دين وانسانانوته دذکرسويورشتواودهغوۍد پالنی عظمت اواهميت څرګندکړيدۍ اوددغی هری يوی رشتې او دهغې ددواړوطرفو مسلم اوحقه حقوق يې وعالم بشريت ته توضيح کړيدی اوهمدا� �نګه يې انسانان په دي سره مکلف کړیدی چي ددغوبشری پيوندونواورشتواودهغوۍ دحقوقو احترام اودرناوۍ وکړی اووه� �حقدارته دهغه خپل حق ورورسوی او په دې باره کښي اسلام وانسانانوته ترداسی اندازی پوری تاکيداوټينګا� �کړیدۍ چی کوم انسان چي ددغورشتو اوپيوندونو مراعت کوی نواسلام وهغه انسان ته په دنيا اوپه عالم برزخ اوپه اخرت کښي د لوړو اواوچتو مقاماتواودغټونعمتو وعده ورکوی اوبالمقابل کوم انسان چی دهمدغورشتودحقوقومراعات نه کوی اسلام وهغه ته دسختوعذابواوبدوحالاتو خبردارۍ ورکوی کوم چی دَیْ به په همدی سبب ورسره مخامخ کیږ ی،هوداتنهاوتنهااسلام دۍ چي و انسانوته دحقدارانو دحقوقو په اړه داسی عظيم اوله عدل اوانصاف څخه اودارنګه له بې طرفۍ اوله رحمت اوشفقت څخه ډک فرمان صادره وی چي (وآت کل ذی حق حقه) يعنی اوورکوه وهر خاوندته دحق حق دده ما دامطلب په يوه نظم کښي په دې ډول خلاصه کړیدۍ،، وهرحقدارته خپل خپل حق ورکوه ـــــ همداسی نو� �وته سبق ورکوه،، دافقط اوفقط داسلام مقدس دين دۍ چی وعالم بشريت ته ئې دادرس اوتعليم ورکړيدۍ چي دهرانسان نفس اوځان پرده باندی حق لری اوښځه پرميړه باندی اوميړه پرښځه باندی حق لری اودارنګه هرانسان پربل انسان باندی حق لری ،همسايه پرهمسايه باندی حقدار دۍ قريب پرقريب باندی حقداردۍ پلارپرځوۍ باندی اوځوۍ پرپلار باندی دحقوقو خاونددۍ،معلم اواستاذپرمتعلم اوشاګردباندی وبالعکس حقوق لری مشيران يرکشيرانوباندی اوکشيران پرمشي� �انوباندی خاوندان دحقوقودی وهکذا، داهم اسلام دۍچي واميرته دمأمورپه باره کښي اوومأمورته داميرپه باره کښی له انصاف اوله عدالت څخه ډک تاکيدات اوتوصيې کوی دايواځی اسلام دۍ چي وهرموجودته په نفس الامری اوواقعی سترګه ګوری اوهرڅوک په خپل نامه سره ياده وی اودهيچا دحقوقو اهمال يې نه دۍ کړۍ اونه يې دهيچا په حقوقوکښي له افراط اوتفريط څخه کاراخستۍ دۍ اونه يې دکوم لالچ په وجه وناقص ته کامل اووکامل ته ناقص ويلۍ دۍ لکه چي ځما يوشع� �دۍ،، حق ته به حق وايې ته دلته که ته ژوندکوې جرم به طاعت بولې هلته که ته ژوندکوی،، ه� �ته خرکاکا بولي سپوته لالاګان وايی،، هرشی خپل لقب لری دلته که ته ژوندکوې دلته دخداۍ فضل دۍ ه� �يوابوالفضل دۍلوۍ لوۍ افتونه دی هلته که ته ژوندکوې، محترمووروڼودايومقدماتی بيان دۍ چي داجمال په توګه مي په دې باره کښي وتاسی ته تقديم کړ چي دحقوقوپيژندنه او دهغوۍتشخيص اوپالنه يواځي دااسلا دسپيځلی اوم بين دين کاردۍ وبس لکه چي ځماديوبل نظم يوه حصه ده، حق دين داسلام يم ماهرچاته حق ويلی دیهرچاته می هروخت په انصاف سره کتلی دی، اوتفصيلات به ددې اجمال په راروانوبرخوکښي دمحاسن الاسلام انشاءالله نوبت په نوبت درته راسی والسلام ومن الله التوفيق."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غور ولايت سره خوراکي مرسته", "output": "٦ د کب ١٣٨٣ د افغانستان په لويدېځ کې غور هغه ولايت دي چې د روان ژمي اورښتونو او سړې هوا د نورو ولايتونو په پرتله ډېر ځپلې دي. د خوراک نړيوال سازمان ( ډبليو ايف پي) واي د غور ولايت د لرو پرتو سېموسلګونو وګړو ته د هوا له لاري خوراکي توکي رسوي چې د واورو د اورښت له کبله يې اړيکي د بهر سره پرېشوي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو يو وياند وويل چې د حکومت او نړيوالو سازمانونو يوه جرګه ګۍ په راروان پسرلي کې د سېلابونو سره د مبارزې لپاره چمتوکيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لوړ پوړي امنیتي مسولین پارلمان ته ور وغوښتل شول", "output": "میرویس جلالزی افغان پارلم ان تیره ورځ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سربیره د ملي امنیت ریس امر الله صالح هم خپلې عمومې غونډي ته ور وبلل. وکیلانو له جنرال عبدالرحیم وردګ، محمدحنیف اتمر او امرالله صالح څخه په ټوله کې په امنیتي وضیعت او په خاصه توګه په هلمند کې د وکیل دادمحمد خان د وژني په اړه پوښتني وکړي. وکیلانو امنیتي مسولین په بي کفایتۍ تورن کړ او هغوي یې د ملي شورا د وژل شویو وکیلانو د قاتلینو په موندلو کې پړه وبلل. وکیلانو د دادمحم د خان سربیره په بغلان کې د شپږو وکیلانو د وژلو په اړه هم له دری واړو چارواکو پوښتني وکړي. د ولسې جرګې غړې کبیر رنجبر له حاضرو شویو امنیتي مقاماتو غوښتنه وکړه چې که چیرته د دغو پیښو عاملین ژر تر ژره قانون ته و نه سپارل شي نو دوي حاضر دي چې د دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت ریس استیضاحیه غونډي ته را وبولي.د ملي ام نیت ریس امرالله صالح وویل چې ترهګر هڅه کوي چې د قومونو مشران او د سر سړي له مینځه یوسي چې وروسته بیا وکو� �ای شي خپې پوچې مفکورې د سیمې په خلکو په اسانۍ سره وتپي. نوموړي وویل چې له کنړ څخه نیولي بیا تر فراه پوري په غزیدلي پوله باندي د ترهګرو پلان دی چې د وزیرستان په څير قانون نافظ کړي او دغلته مخور، قومي مشران او منل شوي شخصیتونه له مینځه یوسي. نوموړي وویل چې د ترهګرو پټن ځایونه، روزن ځایونه او هغه محلات باید په نښه شي او پکې تجسسې رشتې پیاوړي شې چې پکې د ځوانانو ماغزه مینځل کیږي او بیا زمونږ هیواد ته د ترهګریزو بریدونو لپاره را استول کیږي. د کورنیو چارو وزیر هم وویل چې دوي له نړیوالي ټولني سره موافقې ته رسیدلي چې ډیر ژر به د افغان پوځيانو د شمیرې د زیاتیدو په اړه یو مهم اعلان نشر شي. ښاغلي اتمر وویل چې په راتلونکي اونۍ کې به د افغان ملي ځواکونو په شمیر کې د لسهاوو زرو عسکرو د زیاتیدو خبر ورکړ شي چې نړیوالي ټولني یې د روزلو، تجهیز او اکمالاتو ژمنه کړي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ټایوان: په ټرافیکي پېښه کي ٢٢ کسان وژل شوي دي", "output": "هاند په ټايوان كې د يوې ترافيكي پېښي له امله دوه ويشت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.د اسوشېټيډ پريس خبري اژانس د راپور پر بنسټ پېښه د يكشنبې په ورځ د دغه هيواد په سهيل كې هغه مهال رامنځته شوه كله چې د مساپرو څخه ډك موټر د دغه هيواد په يوه غرنۍ سيمه كې واوړېد."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ار يا يي سا يټ کې ددستګيرخان اوتې بوتې", "output": "په دې ور و ستيو وختو نو کې د اريايي په سا يټ کې دستګير پنجشيري دافغا نستان او پا کستا ن د اړ يکو او ځينو نو رو مو ضو عا تو په اړ وند يوه مقا له ليکلې چې زما په اند دده دغه مقاله دده د تعصب ، قوم پا لنې او نفا ق غوښتنې نمايندګي کوي چې د اوتو بو تو او دده د زړو او ورستو مغزو او ما ليخو ليا يي افکارو نتيجه ده او بس ٠زه په دغې کو چنۍ شانته مقاله کې په ډيرو شيا نو خبرې نه کوم ،ېواز ې دده د مقالې هغو ټکو ته د ګر انو لو ستو نکو پا ملر نه را ګر ځو م چې دده ما هيت له ورايه پکې ښکا� �ي٠تقريبا ټول ګران هيواوال د د ستګير پنجشيري له نا مه سره اشنا دي٠نوموړی د خلق او پر چم د کمو نيست ګو ند د رهبرانو نه و چې د١٣٥٧ دغو يي د بد مر غې کو دتا او نا ورين وروسته چې زموږ دوه مليونه هيوادوال پکې شهيدان او ګ� �ان ا فغا نستان پکې په کنډ والو بدل شو دا فغا نستان د پو هنې وزير وټاکل شو٠ سربيره پر دې د حاکم ګو ند د مر کزي کميټې او سيا سي بيرو غړی هم پاتې شوی دی٠ن نوموړی د روسانو او د ددوی داستخباراتي دستګاه يعنې کې جې بې بې ته ډ يرنږدې سړی او زمو ږ د ګرانو هيوادوالو په و ژلو کې يې پوره پوره و نډه اخيستي ده٠نو موړی د کمو نيستي رژيم تر نسکو ريدو ورو سته د امر يکې په متحده ايالتونو کې اوسي٠د ستګير پنچشېری چې په يوه وخت کې يي ځانته انتر نا سيو نا لست وايه اوس د خپلې سيمې او خپل قو مې تنګنظره فا شيستې ا فکارو په لو مه کې بند شوی ، نه يو ازې د پښتنو پر خلاف ليکنې کوي ،بلکې دا فغانانو او افغا نستان د کلمو نه هم هم کرکه کوي ،بلکې دغه نمکحر ام ه د خپل ګو ند د رهبرانو پسې هم بدې ردې او سپکې سپورې ليکي٠نو موړي د خپلې مقالې په اتمه بر خه کې ليکې چې په هيواد کې د کمو نستا نو د واکمنۍ له مينځه تلل د ډاکتر نجيب د يکه تازه سياست نتيجه وه چې يو ازې يي د يوه قوم له پا� �ه کا رکاوه چې ددې نه د دستګير پنجشېري هدف پښتا نه دي٠بايدو ويل شي چې دستګير خانه همدې نجيبالله چې دو مره پښتانه وو ژل بل هيچا به هم نه وي وژلي،يوازې پر ننګر هار يي د خپل حاکميت پر وخت تر ١٠٠٠ لا زيات سکاډ تو غندي ويشتلي٠دستګير خان په بل ځای کې تر کمو نيستي واکمنۍ وروسته په کا بل کې د بيلا بيلو تنظيمونو دراتلو او چور،تا لان او لو ټماريو او د سياسي قدرت نيولو ته اشاره کړې او بيا يي د مسعود،دوستم او مزاري صفتونه کړي او پاتي ورته غلو او داړه مارو تنظيمونو ته يې بدرد او سپکې سپورې ليکلي دي٠دښاغلي دستګير خان نه د خپل فا شستي تعصب له مخې دا خبره هيره شوې ده چې دکابل په وژنو،چور ،تالان ،بې نا موسيواو په سرونو کې د ميخونو په ټک وهلو او د افشارو او چنداولو د شر يفو او پتمنو خلکو په و ژلو کې کو م ملي قهر مان؟؟؟ لاس در � �ود٠ دستګير خان دخپلې مقا لې په بله بر خه کې دملي جبهې رهبران ستا يلي ،ځکه چې دده د سيمې پورې اړوند خلک دي ٠ده دغه داړه ماران دازادۍ ،دموکراسۍ او سولې او پر مختګ پلو يان بللي دي٠دستګير خان د کو چيانو سره هم دښمني ښو دلې او ويلي يي دي چې ددوی مالونه دڅړ حق نه لري٠ددستګير خان په اند کو چيان ددې هيواد داتباعو په څير با يد مساوي حق ونه لري٠همداراز ده دافغا نستان د کلمې سر ه هم خپل ضديت ښودلی او د خراسان نوم يې ورته مناسب بللی ،ځکه چې په دې کار سره به ملي يووالی رامينځ ته شي او وطن به ګل ګلزار شي٠ده همدا راز د نورو ستميانو او تجزيه غو ښتونکو عنا صرو په څير يي په ز غر ده ويلي چې بايد د ا فغانستان ددولت له خو ا د ډيورنډ کر ښه په ر سميت وپيژ ندل شي٠ګرانو هيوادوالو داوې ددستګير پنجشيري هغه او تې بوتې چې تا سو ته وړاندې شوې ،تا سو پخپله دانصاف تله واخلۍ او قضاوت پرې وکړۍچې په ا صطلاح يو زوړ سيا ستوال چې دا سې پو چې او بې محتوا خبرې وکړي نو ګيله به کوو له چا٠"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ښکلا اختر", "output": "ای د ښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــکـــــ� �ا اخــــــــــــتـــــرهد خــــــــوشـــــــــ� �حـــــــــــــــالـــتـــــــــــیـــــا اخــــــــــــتـــــره ځـــــــــــــــان ســــــــــــــــــــره مــ� �ـــــیــــــــــــــــنــــه راوړهد رنـــــــــــــــ� �ـــــځ دوعـــــــــــــــــــــــا اخ� �ـــــــــــتـــــره زړونــــــــــــــو تـــــــــه غـــ� �ــیـــــــــــــږه بـــــــــــــه شــــــــوواو� �ه زمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ� �ـــا اخــــــــــــتـــــره ټـــــــــــــــــو� � مــــــــــــــــرور زړونــــــــــــــ� �ـــــه کــــــــاراتــــــــــــــــــه پ� �ـــــــــخــــــــــــــــــــــــلا اخــــــــــــتـــــره لــــــــــــــــوی وړو تــــــــــــ� �ه شــــــــــــــــــــه نــــــــــومــــــــــــ� �ـــــبــــــــارک بــــــــــــــــیــــــــــ� �ا اخــــــــــــتـــــره تـــــــــــــــو� �ی تــــــــــــــــیـــــــاری د وطـــــــــــــــــنتـــــــــه کـــ� �ــــــــــړه رڼــــــــــــــــــ� �ا اخــــــــــــتـــــره د یـــــــتــــ� �یــــــــــمـــانــــــــــــــــو اوښــــــــــــــــــــکــــ� �ــــــــیکـــــــــــــړه هــــــــــــم صــــــــــــفــــــــا اخــــــــــــتـــــره ژړا تـــــــــــــه ئــــــــ� �ې مــــــــــــه پـــــریــــــــــــږدهورکـ� �ــــــــــــــړه خـــــــــــــــــــنـــــــــــــ� �دا اخــــــــــــتـــــره تـــــــــــــــ� �ه لــــــــــــــوپـــــــــټــــــــــه د پــ� �یـــــغـــــلــــــــــــوشــــــــــــــه د حـــــــــــــــــیـــــــــــــــا اخ� �ـــــــــــتـــــره پـــــــــــــه کـــــــــــــــو� � او کـــلــــــــــــی راشــــــــــــــ� �ـهتــــــــــــــــــه خـــــــــــــــامـــــــــــــــخــــــــــــ� �ا اخــــــــــــتـــــره د نســـــــــــــــیــــم ســـــــــــــــتـــوري مــیـــــ� �ــــــــنــــــــهتــــــــا کــــــــــــــ� �ړه رســــــــــــــــوا اخـــــ� �ــــــتـــــره تــــه خـــــــــــــوشـــــــــــحـــــ� �ــالـــــــی راوړه هـــمپــــ� �ـــــه پـــــــــښــــتـــونـــــخـــــــــــــــ� �وا اخــــــــــــتـــــره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان و ايي ٣ امريکايان يې کاپيسا کې وژلى دي", "output": "د طالب جنګياليو يو وياند محمد حنيف ادعاکړى چې پلويانو يې پرون د کاپيسا د تګاب ولسوالۍد لنډه خيلو په سيمه کې ٣ تنه امريکايان په ډز سره وژلى دي . ددغه ادعا سپيناوى تردم ګړى نشته او په سيمه کې د دولت امنيتى چارواکو تراوسه په دې اړوند بې خبرى ښودلې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "UNHCRمشر: پاكستان دې كډوالو ته وخت وركړي", "output": "نن د افغانستان د UNHCR مركزي دفتر په يوه خبري ناسته كې د پاكستان له دولت څخه وغوښتل چې په پاكستان كې د جلوزو كمپ كډوالو ته دې تر پسرلي وخت وركړي. د دې دفتر د مطبوعاتي څانګي مرستيال بريالي باركزي بېنوا ته وويل چې د دوى له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې كه چېري كډوال له پاكستان څخه وايستل شي نو افغانستان ته په راتګ به له ډېرو ستونزو سره مخ شي،نوموړې وويل چې دغه كډوالو ته د پاكستاني دولت له خوا كارتونه وركول شوي چي په لرلو سره يې دوى كولاى شي تر ډېره په پاكستان كې پاته شي. باركزي زياته كړه چې دغه ستونزه بايد د پاكستان او افغانستان دولتونو او د كډوالو چارو د نړيوالي ادارې UNHCRله خوا دخبرو اترو له لاري اواره شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غم ډک ژوند --------", "output": "بيا دغم شپيلۍ غږيږي دبيلتون بيلتون نارې ديخدايه بيا دکوم عاشق پر س پريوتي شوګيرې دي چې په اه او په فرياد يې داسمان پريشتې ژاړيدا دکوم خوار ځواکي غږ دی دا دکوم غريب خيرې دي دلته مينه په اور ايښي دلته شمار د هجر نشيد� �ته ټول کلي تباه دي دلته ډکې هديرې دي د� �ته شور دهتکړو دی د کمزورو جوړ غوبل دیدلته خوار مينان ژاړي په دې کلي کې تيارې دي دلته خوب د عزيز ورک دی دلته هر احساس دوير دیدله ژوند له غم ه ډک دی دلته بدې خاطرې دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پکتياکې يوتن دچاوديدونکوتوکوسره نيول شوي", "output": "دغه تن چې دپکتياولايت داريوب ځاځي په ولسوالۍ کې دپوليسولخوانيول شوي ورسره ٧کيلوچاوديدونکې توکې ٨٠ متره ثانيه سوزيابارووت باتۍ ٢٠٠ پټاکې اوځيني نورتوکې نيول شوي دي دپکتياوالي جمعه خان همدردوياندروح الله سمون بينواويب پاڼی ته وويل چې دغه تن پخپلولومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړي چې غوښتل په دغه ولايت کې دولتي ځواکونوته ماينونه ځاي پرځاي کړي چې وړاندي يي هم په وران کاره عملونولاس پوري کړي وه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بختور", "output": "بختور چــې ولاړ هــر څـ� �وک پـه نــنــګ او پـه وفــا ويد قــــلــ� �م فــــــولادي تــــــوره ئـــې تــ� � مــلا وي ســـوچ ئــې ښـــه � �ا زړور شــــې مــیــنــه واخــلــېنــوښــتــګــره ئــې د عــشــق سـیــنـګـار دونــیا وي پـتــم ــنـد ژونـد چـې رښتیـانـی د ژونـد بـاچـا کړیواک اخـتـیـار د خـپــلــې خـاورې د دوی س� �اه وي افــتـخـــار ئــې د ځـــوانـــې تعــبـ� �یــر پــــوره کـــړیکـــه بــــــوډا وی دی روان هـــــم پـــــه امســـا وي د لــ� �فــظــونـــو تـصــویـــرونــه نـــور ښــايســتـه شــیچـ� �ې جــانــان ســره هــم دوی پــه مـــشــــغ� �ـولا وي بـــخــتـــور هـــــغــه ســــړی دی نــ� �ســیــم ســــتــوریـــهچــې د خــولــی وتـلــی لـفـــظ ئـــې د مـــانـــا وي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له چا نه وچا ته وژاړم ( دا زموږ وزیران ولي بیده دي )", "output": "په دا ورستیو کښی د هرات ولایت په ابتدایه ښوونځیو کښی د دویم او دریم ټولګیو زده کونکو ته یوه وړکوټی بکسه چه پکښی یو درځن رنګه پنسل قلمونه او دوه رنکه کارټونې کتابونه پراته ول په وړیا توګه د (K.A.F او مادر و طفل برای افغانستان) د NGO ګانو لخوا وویشل شول. دا ډیر ښه کار دې چه د ماشومانو د ذهن او رشد لپاره د ماشوم په ژبه دارنکه تشویقی کارټونې کتابونه ورکړل شې څو ماشومان د خپل ذهن او استعداد په پرتله کارټونی ورکړل شوی انځورونه رنګه کړی. دا کتابونه رنګه او په ډیره ښه صحافې چاپ شویدې. په کتاب کښی دننه د ماشومانو د ذهن مطابق د پیشو- موږک او ګلانو نیمه رنګه انځورونه شته دې چه زده کونکې دا انځورونه رنګه او لوبې پری وکړې. د کتاب وقایه یا پوښ په ډیر ښه پلاستکې کاغذ چه د اوبو او د ماشوم د لومړنیو لوبو مقاومت لرې په لوړ مصرف جوړ شویدې. د کتاب په دننه کښې پر یوه پاڼه د ستر احمد شاه بابا انځور او په بله پاڼه کښې د لومړنې لویې جرګې هغه انځور کوم چه د احمد شاه بابا په سر کښی د شیر سرخ د زیارت ملنګ د غنمو وږۍ ایږدې او دبابا لقب ورته ورکوې لیدل کیږې. او همدارنګه د کتاب پر ورستې وقایه باندې د افغانستان نښان او ملی سرود په درې ژبه چاپ شویدې. را به شو دا خبری ته چه نوموړو NGO ګانو دا کار د چا په اجازه او په کوم صلاحیت کړیدې. حال دا چه ملی سرود د هیواد په ملی ژبه یعنې سپیڅلې او خوږه پښتو لیکل شوې او ږغول شویدې. د لیکلو او ږغولو په موقع باید د ملی سرود د اصلې بڼې څخه استفاده وسې. هر هیواد ځانته یو ملی سرود لرې چه د هغه هیواد اصلې هویت پکښې را څرګند یږې. د ملی سرود د ږغیدو پر محال یوه خاصه چوپتیا او د سکوت فضا په داسې حال کښې حاکمه وی چه په درنښت یی ټول ګډونوال په پښو ولاړ وې. ملی سرود ته تغیر ورکول حتی د ولسمشر تر صلاحیت هم اوچت کار دې. بل داچه هغه لومړنې لویه جرګه چه د ستر احمد شاه بابا په ابتکار د کندهار د شیرسرخ په کلې کښې جوړه شوې ول د افغانستان د تاریخ هغه ځلانده برخه ده چه ویاړ یی د ټولو افغانانو دې. نن ورځ نه یواځې د لویی جرګې را بلل د افغانانو دود دې بلکه نړیوال هم د بعضو سیمو د شخړو د حل لپاره هم دا لویه جرګه کاپې کوې. نه پوهیږم چه ولې دا تاریخې او ملې انځور او یا هم د ستر احمد شاه بابا انځور د ماشومانو لوبې ګرځیدلې دې. څه موده مخکې پدرام په ورته شکل د غازی امان الله خان چه د افغانستان د تاریخ یو ملی څهره ده سپکاوې وکړ. له هغه نه کله هم د هیواد سترې محکمې ټپوس ونکړ بلکه هغه ته یې د ولسمشرې د کاندیدو اجازه هم ورکړل. که چیرته هدف دا وې چه وړوکې زده کونکې دې د هیواد د دودونو سره اشنا شې دا NGO ګانو لره په کار وه چه د لوې جرګې په عوض یوه کلیوالی جرګه چه ماشوموانو کله ناکله هغه په سترګو لیدلې هم ده انڅور کړی واې او یا یې هم د حل او عقد د شوری انځور ورکړی واې چه هغه کوم تاریخې بڼسټ نلرې. همدا رنګه کیداې شول چه د ستر ملې شخصیت د ملې وحدت ویاړ او د تاریخ څلانده ستوری د ستر احمد شاه بابا د انڅور په عوض د نورو پاڼو په شان دا پاڼه هم چاپ شوی واې او یا یې هم د احمد شاه مسعود چه ماشومان یې ډیر ښه پیژنې او په زرهاوو کارټونې انڅورونه یې فعلا په رسنیو کښې شتون لرې دا پاڼه چاپ شوی واې. واضح خبره ده چه دا هم د نورو زړو پښتون تخریبه پلانونو په شان یوه بله نوې لوبه ده چه دښمن په کار واچول. دا له همهغه شوم عمل سره چه پوهنتون دې دانشګاه شې ټینګ تړون لرې. دا شان ډرامی د همهغه یوه واحد ستمی ایران پلوه مرکزیت څخه خپریړې. له امکانه لرې هم نده چه پخپلو کښې به یې دا پریکړه کړیوی چه د خپل ټول توان او واک په کارولو سره سره مو ونه کړاې شول چه په اوسنۍ نسل کښې څای پیدا کړو او تل یې په څپیړه وهلۍ یو او په ټول ژوند کښې مو یو پوهنتون دانشګاه نه شول. بیا په کار ده چه د راتلونکۍ نسل په مغزونو کښې د پښتو او پښتنو زد مکروب پیچکاری کړو څو له همدی لاری په راتلونکو کښې خپل شوم هدف ته ورسیږو او افغانستان به تجزیه کړو او په ښکاره به د خراسانې ټاپه بیا د هر چا په تندې لګوو. په ډاډه درته وایم چه تاسو او ستاسو ډونران به دا ارمان له ځانه سره ګور ته وړې لکه تاسو نه مخ کی چه نورو انډیوالانو مو دا ارمان ګور ته وړې دې. له دی نا خوالو می ډیر وژړل اوس به چا ته وژاړم چه د دی ناوړین او ناتار موخه ونسې. ایا د ښونی او روزنی ښاغلی وزیر صیب دا واک او دا صلاحیت لرې چه د خپل ولایتې مدیر صیب څخه په همدی هکله پوښتنه وکړې او دا کتابونه مصادره کړی؟ او هم دارنګه د اقتصاد وزیر صیب دا جرأت لرلای شې چه د نوموړو NGO ګانو څخه د دوی کاری پلان وغواړې او یا یې څارنوالۍ ته معرفی کړې؟ هیله ده چه دا دوه وزیر صیبان به ضرور دا کار کوی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د Windows XP انسټا لیشن په وار وار دریږي او یا هم له سره پیلیږي", "output": "د Windows XP انسټا لیشن په وار وار دریږي او یا هم له سره پیلیږي. ډاکټر ثواب الدین مخکښ ګرانو مینه والو کیدای شي سر لیک � �اګیز نه وي خو بیا هم ډیر ځله کله چې Window XP ا نسټا لوۍ نو کله داسې هم کیږي چې دا کار مو هیڅ پر مخ نه ځي او کم پیوټر وړ او ناوړه پیغا مونه درکوي. ددي ستونزې د حل د پا ره یو څو رغنده ټکې درپه ګوته کوم هیله ده په درد مو وخوري: ډیر ځله چې تا سې د Windows XP عا مل سیستم نصبوی نوله راز راز پیښو سره مخ کیږی نو که چیرې ستا سو کم پیوټر د لاندې په څیر پیغا مونه درکړل هیله ده دا لاندې د حل لارې یی په پا م کې ونیسۍ. کمپیوټر مو دا پیغا مونه ورکوي: ۱ـ کله چې د Setup په دوران کې غواړۍ خپل هارډ دیسک Format کړی نو دا لاندې پیغام تر ګوتو کوۍ: Setup has performed maintenance on your hard disk. You must restart your computer to continue with Setup. ۲- او یا هم د Setup پر وخت لاندې پیغام تر ګوتو کوۍ: Setup is unable to perform the requested operation on the selected partition. This partition contains temporary Setup files that are required to complete the installation. ۳- د Setup په وخت کې مو کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang) او هیڅ ځواب نه درکوې یو څه مهال وروسته یو د تیروتیې پیغام په لاندینۍ بڼه درکوي: An error has been encountered that prevents setup from continuing. One of the components that windows need to continue setup could not be installed. Data error \\cyclic redundancy check\\. ډیر ځله کمپیوټر له سره چا لانیدل (Restart) غواړي اوس نوکله چې تا خپل کمپیوټر له سره چا لان کړو او پورتني پیغا مونه دې تر ګوتو کړل نو Setup له سره پیلیږي او د ا پروسه په همدې ډول تکراریږي او د عامل سیستم نصبول نا شوني شي. ددې کار دلیل دادی چې یا خو ستا سو هارډیسک ویجاړشوی اویا هم په ویروسونو ککړ او چټل شوی. نو ځکهSetup بیا ،بیا له سره پیلیږي . نو ددې لپا ره Setup کوښښ کوې چې د هارډیسک د ا ستونزه له منڅه یو سې نو راز راز پیغا مونه ورکوي. د حل لاري چا ري: ددي د پاره چې دا وړ ستونزې مو حل کړې وي له لاندې دریو چا رو کا راخلو: اوله چاره: Setup ته اجا زه ورکړی تر څو د هارډیسک ستونزه حل کړي: د کمپیوټرله غوښتنې سره سم د کمپیوټر د بیا بیا چا لانیدلو اود Setup د بیا په منډه کولو کار ته په مکرره توګه ادامه ورکړۍ او Setup ته اجازه ورکړی ترڅو هارډیسک بیا ورغوي. کیدای شي Setup د څو ځله بیا بیا چا لانیدلو وروسته بر یا لۍ او ها رډیسک وروغوي او عا مل سیستم نصب شي او که د دي کار دڅو ځله تکرار څخه و� �وسته هم Setup بر یا لۍ نه شو نو بیا دویمې چا رې ته مخه کړۍ. دویمه چا ره: Recovery Console څخه د chkdsk /r امر (command) په کار واچوۍ: ددې لپاره چې د Recovery Console څخه د chkdsk /r امر په کار واچوی لاندې ګام په ګام لارښوونې په پام کې ونیسۍ: ټ: خپل کمپیوټر له سره چا لان(Restart) کړۍ. البته د کمپیوټر په CD-ROM کې مو با ید د عامل سیستم CD پرته وې. کمپیوټر له CD څخه Boot کړۍ. ځ: کله چې د Welcome to Setup پا ڼه یا پرده درته ښکا ره شوه نو په خپل لیکمن کې د R تڼۍ کیمنډۍ تر څو کمپیوټر مو Recovery Console ته ولاړشي. ږ: په دغه پړاو کې به کمپوټر له تا سو نه د Administrator د پټ نوم(Password) غوښتنه وکړي ورته ویې لیکه او که Administrator پټ نوم نه درلود نو یواځې د Enter تڼۍ کیمنډۍ. ړ: اوس به درته د Command Prompt توره پرده وازه شي لاندې امر پکښې ولیکې: Chkdsk /r او د Enter تڼۍ کیمنډۍ. ښ: کله چې د Chkdsk د ام ر کار بشپړ شو نو ددی پا یلې به درته ښکا ره شي ویې لولۍ او ددې پروسې د بشپړ تیا لپا ره اړین ګا مونه( چې د ا پر وسه بشپړوي) واخلۍ د نمونې په توګه کمپیوټر به له تا سو څخه وغواړي چې د chkdsk /f امر په کار واچوۍ تر څو ستونزه حل � �ي. ڼ: او س مو نو کمپیوټر بیا له سره چا لان (Restart) او Setup بیا په منډه کړۍ کیدا ی شي بر یا لي شۍ او که بیا هم بر یا لي نه شوۍ نو دریمې چا رې ته مخه کړې. دریمه چا ره: په دې صورت کې کیدای شې ستا سو ها رډیسک ویجا ړ شوی وي ښه به دا وي چې خپل هارډیسک د کمپیوټر یوه فني کار ګر ته وښا یی او یا هم بل ها ردیسک واخلۍ. په سپیڅلې ک� �یواله مینه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست کي دچاودني درې تنه افغانان وژلي دي", "output": "نن غرمه د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د واټ د سر په یوه چاونه کې دری تنه ملکي افغانان وژل شوي دي . چاودنه د ملکي کسانو پر یو گاډې شوي ده .د خوست د پو� �یسو د مشرتابه یو چارواکي چې د نوم له اخیستو سره یې علاقه نلره وویل دا چاودنه د طالبانو له لاسه رامنځ ته شوه ځکه هغوی دا ماین د دولتي او بهرنیو سرتیرو کتارونو ته خښ کړی وو.په یوه جلا پیښه کې په همدې ولایت کې یو نامع� �وم کس بیا په یو بله چاودنه کې مړ شوی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د كـندهـار پـيـښه، يـو بـل اړخ", "output": "غلام جيلاني ځواك د جنرال محمد اكرم خاكريز وال ورو محمداكبر خاكريزوال وايي چي د ده ورور د يوعرب له خوا د ځانمرګي بريد له امله ندي وژل شوي، بلكي دا يو د مخي نه كيښو دل شوي بم وو چي د ريموټ كنټرول له لاري چوول شوي دي، اكبرخاكريزوال وايي بايد دهغه چانه په دي هكله پلټني وشي چي دري ورځي دمخه يي دعبدالرب اخوند جومات امنيت نيولي وو، همدارنګه د فراه ولايت والي ښاغلي عزت الله واصفي هم ورته څرګندوني كوي او دا نه مني چي دا كار د كوم عرب ځان وژونكي دي، د فراه والي دكندهار د والي دا ادعا هم نه مني چي پنځه تنه عرب د ځان وژونكو بريدونو ترسره كولو لپاره دكندهار ښار ته ننوتي دي، دي وايي كه دكندهار د والي دا ويناسمه وي نو ولي په دي هكله دمنلو وړ اسناد نه وړاندي كوي. دا په داسي حال كي ده چي دكندهار امنيتي چارواكي، د بهرنيو چارو وزارت اودكندهار دولايت مقام دا چاودنه يوځانمرګي بريد بولي، دوي وايي داسي اسناد يي موندلي چي ښكاره كوي ځان وژونكي يو عرب وو. د يادولووړ ده چي د مولوي عبدالله فياض د وژلو پړه طالبانو په غاړه اخستي خو بيا په جومات كي د چاودني پړه يي نده منلي. دي ضد ونقيض څرګندونو د خلكو په ذهنونو كي بي شميره سواليه نښاني جوړي كړي. اوبيا په داسي حال كي چي دولسي جرګي ټولټاكني هم را رواني دي دا سوال په ډير شدت مطرح دي چي آيا دا يواځي طالبان دي چي غواړي دافغانستان امنيت له منځه يوسي،كه په افغانستان كي د بي امنيتيو شاته نور څوك هم شته دي. ددي پوښتني د ځواب موندلو لپاره پكار ده چي په ډيره ځيركتيا اوهوښياري ددي پيښي څيړنه وشي، دا يواځيني پيښه نده چي دا سوال يي مطرح كړي،په دي وروستيو كي د هيواد په بيلابيلو سيمو كي دا رنګ پيښي رامنځ ته شوي خو تراوسه ددي پيښو په هكله هيڅوك هم په غوڅه توګه نشي ويلاي چي شاته يي څوك وو، مګر هغه پيښي چي پړه يي طالبانو پخپله په غاړه اخستي، خودا هم دومره د ډاډ وړ خبره نده ، طالبان دي لپاره چي ځان ځواكمن وښايي د هغو پيښو پړه هم په غاړه اخلي چي دوي ندي كړي اوپه دي توګه ډيري پيښي لا اوس هم د ابهام په پردو كي پټي دي. لږه موده دمخه دامريكايي پوځيانولخوا د ګوانتاناموپه زندان كي د قران پاك د سپكاوي پيښه په هيواد كي دكلك غبرګون او پراخو مظاهرو سبب شوه، په جلال آباد او يوشمير نورو ښارو كي دمظاهرو په ترڅ كي په لس ګونو كسان ووژل شول يا ژوبل شول، په ښكاره د هغي مظاهرو شاته هم ويل كيږي چي د پاكستان، طالبانو اوګلبدين لاس دي خو د دي په خواكي ځيني كړۍ دا هم وايي چي پرته له پاكستان طالبانو اوګلبدين ځيني ټوپكسالاران هم د قومي ژبني او سيمه ييزو موخوله امله ددي مظاهري شاته موجود وو . حكومت بايد ددي پيښي ټولي خواوي وڅيړي، آيا اكبر خاكريزوال په رښتياهم څه شواهد لري چي ثابت كړي ددي پيښي ترشا بل څوك وو، كه يواځي غواړي دخپل ورو دويني په بيه خپلي سيمه ييزي سيالي پرمخ بوځي، كه داسي وي نود فراه ولايت والي ولي له ده سره هم نظري دي ، داخو ښكاره ده چي دا يواځي پاكستان او طالبان ندي چي دافغانستان په بي امنيتي كي خپلي ګټي ګوري. هغه ټوپكسالاران اودنشه يي توكيو سوداګران چي پرون يي په خپلو سيموكي يي فرعوني واكمني درلودي او دخلكو دژوند مال اوناموس واك يي په لاس كي وو. اوس اړ دي ديو عام وګړي په توګه ژوند وكړي، دوي اوددوي سيمه ييز ملاتړي پاكستان، ايران او حتي روسيه د ډيرو لاملونو له كبله اوس هم نه غواړي په افغانستان كي ډاډمن امينت ټينګ شي، نو سره له دي چي ټول ظاهري شواهد په دي دلالت كوي چي شايد دكندهار پيښه يو ځانمرګي بريد وي چي د يوتن عرب له خوا سرته رسيدلي، خو بايد ددي پيښي بل اړخ ته هم پوره پوره توجه وشي او دا وپلټل شي چي د دي پيښي شاته خوكوم بل دلستوڼي مارندي، كه دارنګ دلستوڼي ماران وپيژندل شي او ونيول شي نوپه يقيني توګه به په هيواد كي به د بي امنيتي كچه خورا را ټيته شي. ( نوټ: ما لا د اكرښي ليكلي چي خبر راغي حكومت ددي پيښي د بيا څيړني تصميم نيولي ) . . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په زندان کې زېږېدلى ماشوم", "output": "دماشومې غوټۍ ټول عمرله ١٨ ميا� �توڅخه زيات نه وو دښارپه زندان کې ترټولوکوچنۍ زنداني وه بله داچې هغې اجازه لرله چې په زندان کې ازاده وګرځي اودنوروبنديانوخونوته ورشي له نامه سره يې هرزنداني اشنا وو کله چې به څوک دخپلوزندانيانوپوښتنې اواحوال اخيستنې ته راغلل نويوځل به يې وړوکې غوټۍ هم ښکلوله اوپه لاس کې به يې يوڅه ورکول . هغه په زندان کې ت� �ټولوکشره زنداني وه . سلمااوسدوخان چې کله پوليسوددوومجرمينوپه نوم په دغه زندان کې واچول نودا هغه شپې اوورځې وې چې دواړه په يوه اوبل دزړه له کومي مين وو سلما په لومړي ځل په خپلورګونوکې ديوې � �ېښتنې مينې خوځښت حس کړى وو هغې له سدوخان سره واده وکړخودژوند خوږې ورځې اوشپې يې په زندان کې تېرې کړې اودمينې لوم ړۍ ميوه يې همداغوټۍ وه . غوټۍ دزندان په تنګه فضاکې دسلمااوسدوخان له غۍږۍ � �وټوکېده ياکه لږبل ډول ووايوهغه ددوه داسې انسانانولوروګڼل شوه چې دتياروداوږدومزله نه يوې روښنايي ته دسېد وسره سم يې خپل لومړي قدمونونه بياپه يوه تياره واټ کېښودل دغوټۍ لومړۍ ژړاهم د هغه زندان په چاپېريال کې اوچته شوه چې له کريږواوسړواوسيلوسره له پخوانه اشناوواوبياداسې وخت راغى چې غوټۍ ټولوزندانيانووپېژنده اوهرچابه نازورکولودخپلواولادونوتنده به يې پرې ماتوله . هغه به ډېرځله دالاهوپه ځاى دزندانيانوساړه اوسيلي اودزولنوشړنګا اورېدله حتى چې دخپل زنداني پلاراويامورغېږې ته به هم ورغى نو هغوى به ورته دحسرت اودرد له اوښکواواوسيلو پرته بل څه نه ډالۍ کول . ډېرځله به چې غوټۍ دزندان په دهليزونواوانګړکې ستړې شوه نودسلماغېږي ته به يي پناه وروړه سلما به دزړه غوټۍ دزولنوپه شرنګهاراوده کړه ا وخپله به دسړواوسېلوسره پخوازمانوته لاړه .......... په اورکې هغه څوک سوزي چې اورپرې بلېږي هوځکه خودسلما دښکلااوجمال له زو� �ه هغه څوک خبرووچې په ژوند کې يوځل دهغې دليدووياړورپه برخه شوى وو ددې ماحول نږدې کلي کورونه څه چې دښارپه لري څنډوکې هم ډېروخلکودهغې صفتونه کول . که به دهغوى په ګاونډکې دبل چا دښک� �استاينه هم کېدله نودسلماښکلادهغوى لپاره يولوړمعياراونمونه وه اوويل بې چې دسلما په څېرښکلې ده هغوى م� �امت نه وو دسلماپه څېره کې فطري ښکلا غزونې کړې وې دغرونوطبعت، رنګ اوبوى يې درلود دسلماپلاريوشتمن کوچى وو خوخداى خبرچې ولې يې دغرني ژوند نه زړه تورشو ټول مالونه اورمې يې وپلورلې اوبلاخره يې دښار په دغه برخه کې يو کورواخيست يوکال وروسته يې خپل بچېان ښوونځي ته واستول سلما هم په کوچنيوالي کې په زده کړو پيل وکړخوخبره چې دهغې ترشل کلنۍ ورسېده نوپه طبعت کې يې هغه خويونه نه وو پاتې کوم چې غرنۍ اوکليوالې پېغلې ورباندې ښکلې وي، دښارپه رنګ لمبېدلې وه اوحتى تردې چې په ښاري سينګارکې يې تربل هرچا زيات افراط کاوه اودخلکوسترګې يې په زورځانته وراړو� �ې له دولسم نه ترفارغېدووروسته يې پلارديوه سوداګرزوى ته ورکړه داپرېکړه دسلمادخوښې خلاف وه خودپلارسترګې يې دولورپرېمانه پيسوپټې کړې وې . له واده يې څومياشتې نه وې تېرې شوې چې سلمادلومړي ځل لپاره خپل خط� �ناک پلان عملي کړ اودتل لپاره يې له خپل مېړه نه ځان خلاص کړ. داسې وو چې يوه شپه يې مېړه په خواږه خوب اوده وو نو دتمانچې په مرمۍ يې دهغه دخوب موده دابديت لپاره وغځوله . دخپل خاوند دګڼو شتوسره � �ه يوه بل نوي ملګري سره وتښتېده له دويم مېړه سره يي همداسي لوبه وکړه دپيسوپه وړلويې له درېيم ملګري سره واده وکړ . نورسلما داهېر کړي وو چې هغه څوک اودچارلورده دهغې په سريوازې دپيسواوشهرت ګټلوخمارخوروو خوپه څنګ کې يې دخپلې ژبې اوښکلا له جادو هم پوره کاراخيست خپل کوراوخپلوان ترې هېروو اودښکلاپه زوربه يې په خپل نوي خاوند هره پرېکړه منله . پوره يوکال يې له درېم مېړه سره تېرکړهرورځ به يې دښارپه پارکونوکې ورسره مازديګري چکرونه وهل خوپه دې يوه کال کې هم داولادمورنه شوه يوه ورځ دخپل خاوند سره له چکره وروسته دښاريوه هوټل ته دډوډۍ خوړلولپاره تللې وه چې دهوټل په دهلېزکې ييې په يوه ښکلي ځوان سترګې ولګېدې په هماغه سرسري کتوکې يې خپل دکا کا زوى سدوخان وپېژندلو هغه څوک چې دماشومتوب ډېرې سپېڅلې شېبې يې ورسره تېرې کړې وې اوبيابه دژمي په موسم کې درې مياشتې ددوي کورته ددرس وېلولپاره راته . دسلماپه زړه کې ددرد يوه څپه تېره شوه سدوخان ته يې په ځېرځېروکتل په سترګو کې يې سره وپېژندل خوسدوخان په حيرانۍ سره راپاڅېد سلم ااودهغه خاوند ته يې ستړي مشي وويل اوبياپه بې صبرۍ دسلماخواته ورلنډشو .ا خردومره بې ح يايي اوسپيتوب تا دافکرهم ونه کړچې اخردچالوروې اوڅه دې وکړل ؟ مونږه په ښارکې پښتواوپښتونواله وبايلله خوعزت موپه خپل لاس کې وو . سلماوخندل .......... سدوصيب دازړې خبرې دي مادرته وېل چې غواړم ژوند مي ديوه ښکلي فلم په څېروي ماهم اغسې ژوند وکړ دژوند په فلم کې زه اوس هم يوه اتله يم ..... دسدوخان په سردرد راغى خپله م اضي ورته ديوه خوب په څېرښکاره شوه اواوسنۍ خبرې هم ورته دخوب نه کمې نه وې په فکرونوکې ډوب شو خوسلمابيا و� �وړاندې شوه خاوند ته يې په اشاره دتلوامروکړاوسدوته يې مخامخ وکتل . زه بياهم له تاسره په پخوانيووعدوولاړه يم خوشرط به داوي چې زمادليدوپه اړه دې چاته له خولې حرف هم ونه باسې .کنه زه بياداهېروم چې ددواړووينه يووخت سره شريکه وه . سدوخان لاپسې حيران شو سلماورته بياهم دپخواپه څېرښکلې ښکاره شوه لکه وخت چې دهغې دښکلاله بڼ نه يوه پاڼه هم نه وي رېژولې . دښارپه ځينوهوټلونواوپارکونوکې يې بيابياسره وليدل سدوخان که هرډول وو خوسلمااحساس کړه چې هغه ديوې ښکلې ښځې ترڅنګ يوه ماهره قاتله هم ده خواوس يې چې په رېښتني ډول په يوه داسې چازړه بايللى چې ماشومتوب يې ورسره تېرشوى وو . دلومړي ځل لپاره ديوې ريښتنې مينې احساس چې پخواني يادونه اواوسني خواږه دواړه پکې وو هغه دې ته مجبوره کړه چې خپل درېيم مېړه هم دنورودوو په برخليک اخته کړي . همداسې وشول دهغې درېيم مېړه په روغتون کې له څوخبرووروسته دژوند وروستۍ سلګۍ وهلې اوادله خپل ريښيتني مين سره له ښاره دتيښتې په حال کې وه چې پوليسودواړه ونيول اودويمه ورځ دپوليسوله جنايې څانګې دلته دښارترټولولوى زندان ته راوړل شول . ٥\\١\\١٣٨٨جلال اباد ((هاشمي پلازه))"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزی : اوس د بيا جوړونې جهاد فرض دی", "output": "١٣٨٣ د سلواغې ٢٦ کابل : له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو په وياړ يوۀ بيان کې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي د افغان ملت د جهاد په مټ روسان له افغانستانه ووتل خو ٢٥ کلونو جګړو افغانستان ويجاړ کړ اوس هغه وخت رارسيدلی چې افغان ملت يو بل جهاد پيل کړي چې دا جهاد به د بيا جوړونې لپاره وي . د څه باندې سل زرو ماتو شويو سرو لښکرو وروستی پوځي د ١٩٨٩ کال د فبروري په ١٥ نېټه له افغانستانه ووت ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لاهم ٤ نيم مليون افغانان ماين ګواښوي", "output": "د ماين پاکولو د ادارې يو چارواکى په کابل کې بينوا ته وويل : پر داسې مهال کې چې څه ناڅه ٢ميليون ماينونه په افغانستان کې له مينځه وړل شوي دي ،لاهم په دغه هېواد کې ٨ ميليونه ماينونه شته چې د ٤ نيم مليونو افغان وګړو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ کړى دى . د ه وويل د اوتاوا د تړون له مخې افغانستان بايد تر ٢٠١٣ زيږديز کال پورې له ماينونو څخه پاک شي . اوس مهال د ماين شتون د افغانستان دبيارغاونې پر وړاندې ستر خنډ دى. د ١٣٥٧کال د غوايي له کودتا او د روسانو له يرغل وروسته بيا د کورنيو جګړو پر مهال په ميليونونه ماينونه او ناچاودېدلى توکى او ګولى د افغانستان په خاوره کې خښ شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بدلمنو مېرمنو د نيولو خبر ورکړل شو", "output": "پژواک :کابل پوليسو په دغه ښار کې د ١٣ شکمنو بدلمنو ښځو ، د نيولو خبر ورکړ . د کابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر جن� �ال علي شاه وويل چې دغه کسان يې په تېره يوه شپه او ورځ کې نيولي دي . پکتياوال ، په هغه غونډه کې چې د کابل په امنيه قوماندانۍ کې جوړه شوې وه ، د جنسي ناوړه اړيکو د يوه مرکز او په هغه کې د ١٣ شکمنو بدلمنو مېرمنو د نيولو خبر هم ورکړ . د نوموړي په وينا په نيول شويو بدلمنو مېرمنو کې شپږ دچين ، څلور دترکيې اوپاتې درې افغانې مېرمنې دي . د پکتياوال په وينا، دغه مېرمنې د لسمې حوزې د پوليسو د هڅو په ترڅ کې د فتح الله کلا په يوه کور کې نيول شوي دي . د نوموړي په وينا، په بهرنيو کې داسې مېرمنې هم شته چې د تېر يوه کال په دوران کې څو ځلې له هېواده شړل شوي دي . د پکتياوال په وينا، د بدلمنۍ دغه مرکز د ګاونډيانو په مرسته کشف شوى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ړوند ولس او څلور سترګی کرزی؟؟؟", "output": "که څه هم د طالبانو دواکمنې د پرزولو وروسته په بن کې په جعل او تذویر د لنډمهالي دورې لپاره حامدخان کرزی د مشرپه توګه وټاکل شوو، داهغه څه وو چې دهېواد دښمنانو او په ځانکړې ډول شمالي ټلوالې دده په وجود کې خپلې ګټې دپخوا څخه لیدلې وی، هغوۍ ته دده دوه رګه توب (دموره شیعه او دپلاره پښتون) لا ده وړاندې جوت شوې وو، ځکه هغوۍ په دې پوهیده چې دده په مشرۍ خپلو شومو موخو ته رسیدلای شوپه همدې موخه یې دده دمنښتې پریکړه وکړه، ورپسې د موقتي ادارې دټاکلو په موخه یې هم په ړندو سترګو د لوې جرګې په نوم یوه تمثیلي جرګه را وغوښته ، هغې هم دموقت وخت لپاره حامدخان په ټاکو راضي شوو، خو دلومړي ځل ټاکنو پر وخت ښاغلي په خپلو نرمو خبرو او د مداریتوب هغه چلونه یې چې دلنډمهالې او موقتي ادارې پرمهال زده کړې وو دهېواد د غوڅ اکثریت پښتانه یې تیرویستل ، دې غیور ولس دخپلې پښتون ولۍ په مینه نارینه اوښځينه دډیرو شته ستونزو او په پلې خپوپه سل ګونه کیلومتره فاصلوپه وهلوپه ملي احساس درایې اچولو مرکزونه ته ولاړل او حامد خان ته یې رایه ورکړه ، هغه پښتنې میندې چې دپښتني احساس له امله یې دخپلې ناروغۍ له امله دکور نه بهر نه وی وتلې خو په دې ورځ یې خپلې جونکړې درایو ورکولو په یواې پریښودی ،تاهم د د وۍ حقه حقونود ترلاسه کولوپه موخه زیاته میړانه وکړه، تا دهمدغه پښتنو میندو په وژلو زړه سوړ نشوو بلکې دهمدغو غیرتمندو میندو نارینه او ښځینه اولادونو او شمله ور میړونه هم د خارو لاندې کړل ، په ریښتیا تا خپله ژمنه پوره کړه ځکه تاخو لا دوړاندې ددې ولس دښمنانو سره د دغه ستر ولس پرسر سودا کړې وو، ریښتیا چې دسوداګرۍ په معاملوکې ریښتینې یې ، ته خو ریښتیا وایه چې زه دیوسایکل د اخیستلووس او توان نلرم ، خوته دخپلو سکه او ناسکه ورونوپه پانګو سترګې پټوې هغوۍ خو ټول افغانستان اخیستلای شي، هغوۍ خو اوس په ټوله دنیاکې لوړ پوړې ودانۍ لري،کارونه او سوداګریزې چارې یې ان ترسپینې ماڼۍ رسیدلې، ستا خوا اوشاء ټول صاحبان،مارشالان او قوماندانان خو هم دهغوۍ خیر اوخیرات ته ناست دي،تاسو خو دخپل ولس پرسر سودا لا دوړاندې کړې وه هغوۍ که مرې اویاهم په زندانانو کې دسپو لخوا داړل کیږي پرتاسو یې څه پروا! خو له تامو ږیله هم نه کیږي ه ځکه دهغه شاعر خبره دا زموږ قسمت دی چې په وینو کې مزل کوو= یودښمن چې ووهو بیا بل وهوبیا بل وهو داخو زموږ دازل نه په قسمت ده چې خدای ډیر کړې یو خو یوځای کړې یې نه یوو په یوټغر یې راټول کړې نه یو او نه یې هم یو زړه سوانده مشر را په برخه کړې، له تا به ولې سرټکوو ځکه دټکولو چل خو یې تاته په چورلکو او بمونو درځي، خپله پنځه کلنه دوره خو دی ددغه غوڅ اکثریت په وهلو او ډبولو تیرکړه، په ریښتیا چې دپاچاهي خوبونه خواږه او په زړه پورې وي او ته خو هسې هم په ویښه خوبونه ګورې، دخپلو جیبونو دډکولو او ددې ولس د ډبولو لپاره دی دویمې دورې لپاره داځل یوبل ستر جنایتکارد زوړ جنایتکار ترڅنګ ودرولوو او د ولس په رڼو سترګو کې دی په رڼا ورځ شګې واچولې، ولس هم په دې تمه چې ګواکې داځل شاید په خپلو ناوړه کړنو پیښمانه شوی یې دخپلو ګوتو،شونډو او ان چې دپوزو په غوڅولو هم درایو مرکزونو څخه په شاء نشول شاید یوڅه ولسي رایې + درغلي او فریب باندې دی ځان ګټونکې ونومولو، خوبیاهم دولس سترګې ستا دبدنامې کابینې په لور وی چې شاید داسې نوې څیرې په دندو وګومارې چې اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، خو داهرڅه چپه راووته هغه دپلیت او پانی پلیت خبره شوه ځکه له تانه خو نیکې تمه هیڅ مطرح نه وو خو یوځل بیا دی ولس په داسې چټلې پلیتۍ ولړلو چې د زم زم په اوبو پاکول یې هم ناشونې بریښې ، ته ملامت نه یې په دې هېواد او په دې ولس کې هسې هم قحط الرجال دی چې تاهمغه بدنامې څیرې متعصب مخدوم رهین،عنایت الله نظري،جنایتکاراسماعیل خان، ایجړاشهراني،فاشیست عبیدالله عبید،ویس برمک او محمد الله بتاش ولسي جرګې ته داعتبار رایې لپاره ونومولې ، دولس لپاره خو همغه یوتاریخي متل پاتې چې که یوځل دي تیرویستم ته او خدای که دویم ځل لپاره دی تیرویستم ته اوخدای او که دریم ځل لپاره دی تیرویستم زه او خدای ، نو موږ اوخدای چې تاته مو رایې درکړې. په اخرکې داخبره نن دتاریخ په کرښوکې ثبتوم چې یوه ورځ لرې نه ده چې دپرویز مشرف غوندې به دی همدغه راغلومیلمنو وحشي سپیان داړي خو بیابه دپښیمانۍ وخت تاته پاتې نه وي. دهمدغه ورځې په هیله"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د خاد پخوانی ريس له بنده خوشي شو", "output": "د افغانستان د کمونسټ رژيم د نظامي استخباراتو ريس حسام الدين حسام په هالنډ کي تر يوه مياشت او پنخه ويشت ورځو بند وروسته خوشي شو . د نوموړي تر نيول کيدو لس ورځي وروسته دده يو بل همکار او دده د رياست د تحقيق ريس (حبيب الله ) هم د هالنډي پوليسو له خوا نيول شوی و ، نوموړي په افغانستان کي د کمونيسټ رژيم د واکدارۍ پر وخت د شخصي شکنجو او ځورونو په تور نيول شوي وو ، هغو افغانانو کوم چي هالنډ ته د راتللو پر وخت يې د خپلو مرکو ( انټرويو) پر وخت پر کمونسټ رژيم تورونه لګولي وو ، اوس د بېلابېلو لاملونو پر اساس حاضر نه شول چي په اړه يې نور څه څرګند کړي . د ځينو هالنډ ميشتو افغانانو سره په دې وروستيو کي دا ډار ( بيره ) شته چي بيرته به يې هالنډي اسناد ترې واخستل شي او هيواد ته تګ ته به اړ کړای شي . د هالنډ ستري محکمي هغه وخت د خاد د پخواني ريس د خوشي کيدو امر وکړ کله چي هالنډي پوليسو او ستري محکمې دد نوموړي په اړه پوره اسناد تر لاسه نه کړای شوه . د تحقيق د ريس ( حبيب الله ) په اړه تر اوسه پوري د خلاصون خبر نه دی اوريدل شوی . حسام الدين حسام د ١٩٨٣ زېږديز کال څخه تر ١٩٩١ ز کال پوري د افغانستان د کمونسټ پلوه دولت د نظامي خاد د ريس په توګه دنده ترسره کړېده . او د ١٩٩٢ کال راپه دې خوا په هالنډ کي اوسيږي . هالنډ د ١٩٩٢ کال راپه دې خوا تر ټولو نورو اروپايي هيوادونو ډير افغان کډوال ومنل ، خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يې د ګوتو په شمير کسانو ته په هالنډ کي د پاته کيدو او دکار اجازه ورکړې ده ، اوس هم يو شمير د پخواني رژيم کارکوونکي دژوند کولو او کار اسناد نه لري او په پنډغالو ( کمپونو ) کي شپې ورځي تيروي . دحسام الدين حسام د خوشي کيدو په خبر سره به په هالنډ کي د پخواني رژيم ډير هغه کارکوونکي کوم چي هالنډي اسناد ( دکار اجازه او پاسپورټ ) لري او د نوموړي په نسبت يې ټيټي دندي لرلې ، د خوښۍ احساس وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پردیو موخو پرځای ، طالبان باید د پښتنو د موخو لپاره وجنګیږي", "output": "زموږ د پښتنو پر سیمه ، اوس جګړه راتپل شوې ده . ددې جګړې لاراچوونکي یوخوا د امریکا په مشرۍ لوېدیځ او بلخوا القاعده او ترهګر دي . ددې دواړو اړخو او لوریو ترمنځ پنجاب یا اسلام اباد ، د سیاسي بدلمنې « فاحشې » رول لوبوي ، یانې لوېدیځ او ام� �یکې سره د القاعدې او ترهګرو پر وړاندې د جګړې سرښوروي او القاعدې او ترهګرو ته يي خپله خاوره د روزنې او پالنې � �پاره په خوندي او جنتي ځای اړولې ده . د سیمي او نړۍ نور هېوادونه هم ، له ښکېلو غاړو سره په یوه یا بله بڼه خواخوږي لري . خو ددې ټولې لوبې په منځ کې پښتانه لکه د فوټبال توپ له هرې خوا شوټ خوري او په دې خونړۍ او پردۍ جګړه کې د سون د لرګو پتوګه کارول کیږي او سوځيږي . امریکا او لوېدیځ دا خبره کوي چې دوی پښتني سیمې ته د ترهګرو او القاعدې د ځپلو او منځه وړلو لپاره راغلي دي نو ځکه هر وخت چې زړه يي وغواړي ، په تېره بیا امریکا خپل نوي او ازمایلې سرتیري سیمې ته رااستوي . په بره پښتونخوا کې پيلوټ والا او په کوزه پښتونخوا کې بې پيلوټه الوتکې ورځ تر منځ د پښتنو په لسګونو حجرې ، دېرې او د عادي وګړو استوګنځي له خاورو سره خاورې کوي او په کنډوالو يي بدلوي . د لوېدیځ په اند ، نن ــ سبا په نړۍ کې یوازې د پښتنو سیمه د القاعدې او ترهګرو پټنځئ او اډه ده . دوی لرو بره پښتونخوا د ترهګرو اډه او د القاعدې سره د جګړې ډګر بولي . خو القاعده او ترهګر هم لوېدیځ ته ورته نظر لري . د دوی په اند د امریکا په مشرۍ يي لوېدیځ په ښه ځای کې ګېر کړئ دئ . همدلته د پښتنو په سیمه کې القاعده غواړي چې د ع� �بو د استازیتوب تر چتر لاندې لوېدیځ څخه خپل غچ واخلي او د عربو او اسرایلو حساب ورسره د پښتنو په سیمه کې تصفیه کړي . بلخوا د پنجاب لپاره د پښتنو سیمه له هرې خوا لنګه غوا ده . پنجاب له لوېدیځ څخه د القاعدې او ترهګرو د له منځ وړلو په پلمه ، په میلیاردو ډالر ترلاسه کوي . خو په همدغو ډالرو ، په پاکستان کې په تېره بیا د پښتنو په سیمه کې پنجابي ، ازبکي ، تاجیکي ، عربي او نور ترهګر روزي او نور نړیوال ترهګر هم پاکستان ته � �اغواړي او دهمدې پښتنو په سیمه کې يي ځای پر ځای کوي چې بیا يي په بره پښتونخوا کې د ستراتیژیک ژورغالې ( عمق ) د � �اس ته راوړلو په موخه چې پاکستان ورته د هند په مقابل کې لکه هوا اړتیا لري ، وکاروي او هم پرې د افغان د ملي م� �کزي حکومت د جوړېدا مخه ونیسي . همدارنګه پنجاب په کوزه پښتونخوا کې د القاعدې او ترهګرو په مټ ، د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره د پښتنو ملي غورځنګ ځپی . دوی په کوزه پښتونخوا کې پر دغه مذهبي بنسټپالو نشنل عوامي پارټۍ او نور ملي ګوندونه بدناموي او کمزوري کوي او د سیکولرانو په نوم ورباندې د کفر او الحاد ټاپي � �ګوي . ملي او په خپلواکۍ مین سپینږیري او مشران پرې وژني او لنډه داچې د پښتنو سټه او بنیاد پرې راباسي . بلخوا له هند سره د کشمیر پر سر د پنجاب شخړه د همدغو ترهګرو او بنسټپالو په مټ توده ساتل کیږي . په دې توګه وینو چې پنجاب ، په دغو دریواړه ډګرونو کې ، یانې د پښتونستان د جوړېدو د مخنېوي ، په افغانستان کې د ست� �اتیژیک ژورغالې د لاس ته راوړلو او له هند سره د کشمیر په شخړه کې، له دغه ترهګرو اوبنسټپالو څخه د پنجابۍ اردو د یوې برخې پتوګه کار اخلي . پنجاب په دې دریواړه ډګرونو کې د جګړې د پرمخ بیولو لپاره د لوېدیځ ډالرو ، مرستې ، ملاتړ او د ترهګرو پرله پسې روزنې پالنې او شتون ته اړتیا لري . ترهګر او بنسټپال د پنجاب د بې تاریخه دولت د ساتنې او شتون لپاره داسې مثال لري لکه سیروم یا وینه چې د یو ناروغ لپاره اړینه وي . خو د پښتنو په سیمه په روان ناورین کې نور هېوادونه هم ښکېل دي . روسیه او انډيوالان يي ، ایران ، چین او نور هم غواړي چې د پښتنو د وینو په بیه ، امریکا او لوېدیځ دلته داسې ماتې وخوري چې دا هېوادونه د دوی د راتلونکو پ� �انونو له شرڅخه د تل لپاره وژغورل شي . خو پوښتنه دا ده چې دې جګړه کې پښتني طالبان ولې ورګډ دي او دوی د کومې موخې لپاره جنګیږي؟ پښتني طالبان په حقیقت کې په روانه جګړه کې د لوېدیځ ، القاعدې او ترهګرو او د پنجاب له خوا برمته شوي دي. یاد شوي دریواړه لوري ، پښتنانه طالبان د خپلو خپلو موخو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاروي . پښتانه په روانه جګړه کې هره ورځ په سلګونو شهیدان ورکوي او په زرګونو ټپيان ! هره ورځ د خپلو وتلو مشرانو ، سپینږیرو او پوهانو ، ښوونکو او استادانو ، ډاکټرانو او انجینرانو جنازي په هدیرو سپاري . پښتنو په دې جګړه کې خپلې ټولې مادي او معنوي شتمنۍ یو په بل پسې له لاسه ورکړې . که څه هم ډېر ناوخته شوئ خو چې نور ناوخته نه شي ، پښتانه طالبان چې ځانونه په دې جګړه کې د پښتنو ټيکداران بولي ، باید دې جګړه کې د پښتنو ګټې او موخې په صفا او روښانه ټکو کې بیان کړي او دهغو د ترلاسه کولو لپاره خپله تګلار او کړنلار څرګنده کړي . که طالبان ، پښتنو ته د نوي شریعت او اسلام لپاره جنګیږي خو پښتنو ته موجوده اسلام چې له پیړیو � �اهیسې له خپلو پلرونو او نیکونو ورته پاتې دي ، بسیا کوي . په دې اسلام کې څه نیمګړتیا او کمزوري نشته . د القاعدې او ترهګرو تش په نوم اسلام پښتنو ازمایلئ او هغه ته د پښتنو اړتیا نشته . طالبان باید د القاعدې او ترهګرو پر وړاندې خپل دریځ په روښانه او څرګنده توګه بیان کړي او له القاعدې ځان راجلا کړي . که افغان دولت او کوزې پښتونخوا مشرانو سره ستونځي لري هغه باید د پښتني دودونو په اډانه کې حل کړي . په دې برخه کې د القاعدې او نورو ترهګرو ملاتړ ته اړتیا نه لیدل کیږي . د برې پښتونخوا طالبان د خپلو نورو افغاني وروڼو سره په ګ� �ه پرکابل د افغانانو حکومت پياوړي کولئ شي او کوز طالبان د کوزې پښتونخوا د نورو ملي کړیو سره په ګډه د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره جنګېدلئ شي . که پنجاب نر وي د پښتنو له ملاتړ پرته دې له هند څخه کشمیر وګټي . که ال� �اعده او نور ترهګر د لوېدیځ او امریکې سره څه دښمني لري ، د فلسطین ځمکه خورا وړ ځای دئ هلته دې ولاړ شي د لوېدیځ او د اسرایلو سره دې هلته جهاد وکړي . پښتانه خپلې ملي ګټې خپله ګټلئ شي او د القاعدې ملاتړ ته اړتیا نه لري . که د کوزې پښتونخوا طالبان د پاکستان له حکومت سره د اسلام پر سر جنګیږي ، موجوده اسلام د پاکستان د � �ومړي وزیر ګیلاني په خوله د هغه هېواد لپاره کفایت کوي او د پنجابیانو د بیا مسلمانولو لپاره دې پښتانه نه وژني . او یا که کشمیر د پاکستان لپاره ګټي بیا هم بېځایه دې خپل قوم نه وژني . که طالبان تکړه وي له پاکستان څخه د ې د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره خپله پښتو او توره وکاروي او په لر او بر ه پښتونخوا کې دې د پښتنو د یوه غښتلي او پیاوړي دولت د جوړېدو لپاره په مبارزه کې له نورو پښتنو سره ځان شریک کړي . پښتانه طالبان ولې د پنجاب د موخو ، د القاعدې د ګټو او د نورو لپاره خپل ځانونه او سرونه ښندي ، دوی باید یوازې د پښتنو د ګټو او موخو � �پاره وجنګیږي . زموږ د ټولو موخه ، باید پياوړئ افغانستان او لویه پښتنونخوا وي . موږ باید پخپلو ملي ګټو راغونډ شو او د همدغو ګټو لپاره که اړتیا وي سرونه ورکړو ، نه د پردیو لپاره ! نن ټول ملتونه او قومونه ، د خپلو ملي ګټو او د ځان لپاره جنګیږي ، پښتانه او د هغو جنګیالي لکه پښتني طالبان ولې له دې څخه م ستثنا وي . نور باید د پردیو لپاره سرښندل بس کړو او یوازې او بیا هم یوازې د خپل ځان یانې پښتون قام د ګټو � �پاره وجنګیږو !"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د غم ماښام", "output": "د غم ماښامد غم دام ده مرمه مرم ه تور ماښام ده مرمه مرمهيوه ورځ نده چې تېر � �ي تل مدام ده مرمه مرمه بس سلګۍ دی زنکدن ده تمه پرېکه له ديدن دهژړېدل مړاوی کېدل دي لوند په اوښکو ګلبدن ده ازغی خوا کې دي د ګلو غم لړلی دا چمن دهباغ د مينې خړوب نده وينه وچه مې د تن دهمرګ انعام ده م رمه مرمه د غم شام ده مرمه مرمهبندوبست د مرګی کړی مې ګلفام ده مرمه مرمه ژوندون نده بې ننګی ده سراسر شرمنده ګي دهټوله ياس ده نهيلي ده همه واړه زنده ګی دهظلم زور بې انصافي ده د بنده و بنده ګي ده که څه وايم بې وسي ده که څه نه وايم مجبوري دهبس ناکام ده مرمه مرمه دا مقام ده مرمه مرمهد زړګي په وينو ليک مې دا کلام ده مرمه مرمه قاصدان د مرګ راغلي راته وایی غلي غ� �يدرومه درومه دا دې لار ده تانه ډېر تللي ښاغليمرګی ښه ده پ� �ده پوښ ده لدې ژونده شرمېدليف-ث ټينګه غېږه و� �که خپل نصيب درته ليکلي ژوند تمام ده مرمه مرمه بد مې نام ده مرمه مرمهوخت په لاس راته نيولی د مرګ جام ده مرمه مرمه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست كې دوه پنځوس ميله وسلې ونيول شوې .", "output": "د۱۳۸۵ دغبرګولي په ۱۳ مه دخوست ولايت دګربزوسرحدي ولسوالۍ پوليسودوه پنځوس ميله وسلې چې دوه م يله پكې PK ماشينداراونورټول كلاشينكوف وو،له يوشمېرلاسي بمونو،دليږدوونكيو وسايطوضدماينونواونورومهم اتوسره يوځاى ونيول . دخوست ولايت امنيې قوماندان جنرال محمدايوب وويل چې دغه وسلې اومهمات په يوۀ هينوموټركې په ډېرمهارت سره داسې ځاى پرځاى شوي ووچې دموټرسيټ اوباډۍ ترمنځ ورته ځاى برابرشوى � �. دګربزو، ولسوالۍ لوړپوړوچارواكوووې چې دوى مخكې له مخكې ديادوشوو، وسلو او چاوديدونكيو توكيوڅخه خبرؤ اوپدې لټه كې ؤچې دغه وسلې اومهمات ونيسې خونن يې په نيولوبريالي شول ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: ناټو په ګريشك كي ملكي كسان وژلي دي", "output": "د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د هلمند ولايت په ګريشك ولسوالي كي يې د ناټو ځواكونو پر يوه كتار د بريد له امله د بهرنيو ځواكونو ۲ م وټره ويجاړ او پكښي سپاره كسان وژلي دي. نوموړي ادعا وكړه چي تر بريد وروسته دوى له سيمي ووتل، خو ناټو ځواكونو په جوابي هوايي حمله كي د سيمي پر اوسېدونكو بمبار وكړ، چي د ده په وينا د ۶۰ په شاوخوا كي ملكي كسان، چي ډېرى يې ښځي او ماشومان دي ووژل سول. دا په داسي حال كي ده چي تېره ورځ كابل ته په سفر كي د ملګرو ملتونو سرمنشي بانكي مون وويل په پوځي عملياتو كي دي د ملكي كسانو مرګ ژوبلي ته كلكه پاملرنه وسي. تېره اونۍ د افغانستان ولسمشر حامد كرزي هم د ناټو پر ځواكو نيوكه وكړه چي په خپل سريو عملياتو كي د ملكي كسانو د مرګ ژوبلي خيال نه ساتي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د هلمند د چاودني وروستي حال", "output": "د هلمند ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملا خېل وويل په چاودنه كې ۶ كسان وژل شوي چې ٤ تنه يې دولتي عسكر او ٢ تنه ملكي كسان دي. د ملا خيل په وينا ۸ تنه دولتي عسكر په دې بريد كې ټپيان شوي دي، خو د هلمند والي انجينير داود روغ رمټ دى. له بلي خوا قاري يوسف چې ځان د طالبانو وياند بولي آژانسونو ته په مركه كې وويل چې دا بريد د دوى د يوه جنګيالي له خوا تر سره شوى چې په خپله هم له منځه تللى دى. قاري يوسف د وژل شوي طالب نوم صميم او د هلمند ولايت استوګن په ګوته كړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې دوې ميرمنې وژل شوي دي", "output": "د کابل ښار د ١٣ حوزې په اړوند سيمه کې نن دوې ميرمنې(مور او لور) په خپل کور کې وژل شوي دي . ددغې حوزې د پوليسو مشر شک ښودلى چې ددغو وژنو لامل تر ډيره بريده کورنى اختلافات دي . ده بينوا ته وويل پلټنې پيل شوي دي او پوليس ددغه کورنۍ د زوم په لټه کې دى چې اوس مهال ددوى په وينا پاکستان ته تښتيدلى دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يو بهرنى تبعه دنيشه يې توکو دقاچاق په تور ونيول شو .", "output": "د ننګرهار د پوليسو پر وينا دوى پرون د سمرخيلو په سيمه کې دنايجريا هېواد يو اوسيدونکې چې له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته د تورخم له لارې راغلى ود نيشه يى توکو په تورونيو . له دغه کس څخه دوه کيلو ګرامه هيرويين چې د کنسرو په دبليو کې يې ځاى پرځاى کړى و ، لاس ته راغلى دى . په وروستيو کې د ګوتو په شمير بهرنى اتباع د نيشه يي توکو د قاچاق په تورد کابل په نړيوال هوايى ډګر کې نيول شوى دى .په نيول شويو کسانو کې يو ه بهرنى ښځه هم شامله ده . په افغانستان کې دنيشه يې توکو، ايدس او وسلو د قاچاق پېښې افغانستان ته د بهرنيانو دتګ راتګ سره جوخت مخ په زياتيدو دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آلمان: په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د حضور په اړه نارضایتي", "output": "میرویس جلالزی په آلمان کې د یوې تر سره شوې سروې پایلي ښیې چې د دغه هیواد شاوخوا ۶۳ فیصده خلک په افغانستان کې د خپلو س� �تیرو له حضور سره مخالفت ښیې او یوازي ۳۳ فیصده خلک بیا وایې چې سرتیري یې باید د خپل ماموریت تر پای پوري په افغانستان کې پاتې شي.د دغې سروې پایلي د ستیرن مجلې نن خپرې کړې.دا په داسي حال کې ده چې تیر کال په دې باب د یوې سروې پایلې دا ښودلي وه چې یوازي ۵۲ سلنه آلمانیان په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د حضور مخالف دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عراق: کیمایي علي غرغره شو", "output": "جلالزی د عراق حکومت علي کمیایي په اشد مجازات اعدام تر محکومولو وروسته تیره ورځ ناوخته په دار وځړاوه. علي المجید الحسن په ۱۹۸۸ کال کې د ۵۰۰۰ کردانو په وژلو تورن وو چې د دری ګونو محکمو له لوري په هغه باندي د را ټولو شویو شواهدو او مدارکو له مخې په اعدام محکوم او ورته دغه سزا د بغداد په یوه زندان کې وارول شوه. تیره اونۍ هغه ته د محکمې له لوري د څلورم ځل لپاره د پانسۍ حکم اورول شوی وو. محکمې ثابته کړه چې د صدام حسین د تره زوی المجید په ۱۹۸۸ کال کې د صدام په ملګرتیا د حلبچې سیمې په کردانو کمیاوي ګاز وکاروه او شاوخوا ۵۰۰۰ تنه کردان یې ووژل چې ډیری یې ماشومان او ښځي ول."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو د انګریزۍ ښونکی اعدام کړ", "output": "رپوټونه وایې چې د پکتیا په ولایت کې وس� �ه والو طالبانو یو افغان چې د انګریزۍ ژبې ښونکی وو وژلی دی. تر اوسه د دې ښونکې نوم ندی اخیستل شوی.ځایې طالبان استدلال کوي چې دې افغان په سیمه کې د عیسویت تبلیغ کاوه .د پکتیا د والي ویاند دین محمد درویش هم دا خبر ومانه .هغه وویل چې دا پیښه پرون رامنځ ته شوي ده .نن صبا د انګلیسی ژبه د افغان ځوانانو او په خاصه بیا د هغو په مینځ کې چې په ښارونو کې ژوند کوي په فیشن بدله شوي ده .ځیني کسان خو دا هم وایې چې نن صبا په کابل او ډیرو ولایتونو کې د انګریزۍ ژبې له زدکړي پرته د ډوډی موندل ګران کار دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دارواښادنوميالي جنازه له ډنمارکه کندهار ته لېږدوله کيږي", "output": "ارواښادکانديد اکاډيميسن سرمحقق محمدانور نوميالی چي د چارشنبې په سهار (04-10-2006) د زړه د حملې له کبله په ډنمارک کي په حق و� �سېدﺉ، جنازه به يې د راتلونکي جمعې په ورځ د روان کال د اکتوربر پر ۱۳مه نېټه د سهار پر لس نيمي بجې د ډنمارک له آلبورګ ښارڅخه د دغه هيواد پلازمېني کوپنهاګن ته، له هغه ځایه به د يو لړ مراسمو تر پرځای کولو وروسته د هوا له لاري د پاکستان پلازمېني اسلام اباد له هغه ځايه د هوا له لاري افغان پلازمېني کابل او بيا کندهار ته ولېږدوله سي چيري چي سر له اوسه د جنازې مراسمو د پرځای کولو له پاره د دوﺉ د کورنۍ د يوشمېر غړو تر څنګ د کلتوري ټو� �نو غړي او فرهنګپال افغانان د ارواښاد نوميالي د جنازې د ور رسېدو له پاره له مخکي لا انتظار دي، او هڅي يې پيل کړي دي چي د دې غټ عالم او اکاډميک شخصيت جنازه په ډېر عزت او درنښت سره خاورو ته وسپاري.د ارواښاد نوميالي صاحب زوم ښاغلي رفيع الله بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي د جمعې په ورځ به اول د آلبورګ په ښار کي د سهار له ۹ بجو څخه تر لس نيمو بجو د ارواښاد محمد انور نوميالي د دوستانو، انډيوالانو او شاګردانو تر څنګ يو شمېر نور فرهنګپال افغانان له ارواښاد سره د وروستۍ مخې ښې له پاره د آلبورګ ښار د روغتون په تالار کي سره راغونډ سي، د جنازې � �مونځ به ادا سي، د ارواښاد ژوندليک به واورول سي، څو تنه به لنډي خبري وکړي او تر وروستۍ مخي ښې وروسته به پر � �۰ نيمي بجې جنازه کوپن هاګن ته ولېږدوله سي.ښاغلي رفيع الله دا هم وويل چي په کوپنهاګن کي به د يو شمېر افغان ليکوالو او فرهنګيانو له خوا د وروستۍ مخه ښې لنډ مراسم په پام کي نيول سوي دي چي هلته به د ارواښاد پر ژوند ترلنډوخبرو وروسته جنازه د يو شمېر اروپا مېشتو افغانانو په بدرګه د کوپن هاګن هوايي ډګر ته ولېږدوله سي. بله خوا وړمه ورځ د کندهار ولايت يو شمېر مخورو کندهار ته د ارواښاد نوميالي صاحب د جنازې د لېږدولو په اړه � �ومړنۍ غونډه وکړه دپوره متن لوستلو ته يې دا ځای کښېکاږﺉ او پرون په کندهار کي د روهي ادبي بهير اوونيزه غونډه کندهار ته د ارواښاد د جنازې د لېږدولو له پاره ځانګړې سوې وه، په دې غونډه کي د بېنوافرهنګي ټولني، د هيواد کلتوري ټولني تر څنګ د يو شمېر نورو ټولنو استازو، ليکوالو او فرهنګيانو د راتلونکي اوونۍ له پاره پر چارو خبري وکړې. او دا ژمنه وسوه چي د ا� �واښاد نوميالي صاحب د جنازې په ورځ به يوه ځانګړې خپرونه چاپ او پر ګډون کوونکو ووېشله سي.د ارواښاد کانديد اکاډيميسن سرمحقق محمدانور نوميالي د جنازې او بيا فاتحې په اړه وروستي معلومات وخت پر وخت د بېنوا ويبپاڼي له لاري وړاندي کيږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کوچنی جنګ اوغټ هدف (محمدامین کټوازي)", "output": "کوچنی جنګ اوغټ هدف (محمدامین کټوازي) جوجیا چه پلازمینی تیبلیس ده او د کال ۱۹۱۸ تر ۱۹۹۱ پوری د پخوانی روسه یو جموریت وو،په کال ۱۹۹۱ که چه کوم وخت شوروی سر مات شو، دی هواد هم خپله خپلواکی اعلان کړه او دپخوانی شو� �وی اتحاد دبهرنیوچارووزیر( ایدوارد شیووردنازی) ولسمشر شوو، په کال ۱۹۹۵ کی( شیووردنازی) په نوم ټول ټاکنو وکړی او بیا ځان ولسمشر وټاکو دا چه (شیووردنازی ) د روسه پلوی وو نو روسه دومرغم ندرلود او ښه ډیر ه مرستی ور سره کوله . غربیانو یو په یو پخوانی جموریتونه بدل کړل او د خپلی خوښی ولسمشرانی پکی وزیږول . کوم وخت چه د جورجیا نوبت راغی نو په کال ۲۰۰۴ کی یو غرب تلبی ولسمشری ورته را پیدا کوو او همدی کال راهسی ښاغلی (مخایل سأکا شوی يلی) د جورجیا ولسمشردی. دا هواد د روسی سره ۷۲۳کیلومتر،دارمنیستان سره ۱۶۴ کیلومت� �،دازربایجان سره ۳۲۲کیلومتر،اود تورکی سره ۲۵۲ کیلومتره سرحد لری.او بحر ته هم لاره لری. په دی هواد کی ٪۸۳جورجیان ،ازریا۶٪ ،ارمنیان۵٪ ،روسان ۱،۵٪ او ۳٪ نور قومونه ژوند پکی کوی. روسانو د کمونیزم نه ډیر پخوا جوجیان ښه ډیر وژلی دی .او بیا د وخت په تیرودی سره د ټول شوروی اتحاد مشر او پیاوړی رهبر جورجی شو . چه هغه ( استالین ) وو. دا څه مود کیږی چه د جورج Wبوش د حکومت چار واکی د هوادو دولسمشرانو په دفترو ګرزی او راګرزی . او کوښښ کوي چه دی هوادو ته قناعت ورکړی چه روسه وس بیا یو قوت ګرزیدلی او هر وخت کیدای شی دپخوانی روسه پجلا شوو هوادو حمله وکړی چه وس دا هوادونه د اورپا دیوال ګڼل کیږی . امریکا په دی کوشش کی بریالی شوه او د اورپا ی هوادو په خوښي په پولند او چیک کی د راکتو د ځا په ځایکیدو موافقه ترلاسه کړه .له شروع نه روسه د راکټو له ځا په ځای کیدو سره خپل مخالفت په ډاکه کړی. امریکا خو نړیوالو ته دا ښی چه دا راکټونه د ايران په خاطر ځای پځای کوی ، چه دا هم شاهدرښتا وی . دلته هغه متل ښه په ځای ده چه وای (دوه نښی په یو طير). خو روسی هم د هوادو په ډا� �ولو او رامولو لګیا ده او کیداسی یو څه بریالی شوی هم وی . د اټالیا يو ډیر پخوانی عالیم په ځپل هغه کتاب که چه (حکومت څته وای ) تر نامو لانه چه په فارسی ژباړه شوی ، له ډیرو خبرو سره لیکوال دی ته هم اشار کړی چه د غټو هوادو حکومتونه باید جنګ وزیږوی تر ځو خلګ حکومتو ته اړه شی او حکومت خپل عمروږد کړی ، اودا عالیم په همدی کتاب کی لیکی چه حکومتونه باید خپل ظلم وګړوته عدالت ور وښی . امر یکا او د نړی نور ډیر هوادونه د پور تنی عالم لیکنی په ډیر پام سره پیاده کوی او د هواد دننه او د باندی ظلم او نارواوی کوی او وای چه ح کومت عدالت پیل کوی . امریکا په اعراق حمله وکړه اوښکاره ظلم کوی او دا ښی چه موږ په اعراق کی عدالت � �اوړو ، همداسی بیلګی نوری ډیری دی . که چرته موږ دا څوتیرو جنګوته وګورو نو په دیر واضع توګه پویږو چه امریکا د ایران او اعراق ، دعراق او کويټ ، دکوسوګو ، د اعراق ،د افغانستان ، او دادی د جورجیا جنګونه ځنګه وزیږول. دروسه او جورجیا پو ځی انډول سره برابر ندی مګر جورجیا جنګ ته واڅه ول شو چه تر څو روسه حمله په وکړي او روسی قوتونه مخکی راشی او نړیوال وګوری چه روسه هوادونه نیو� �اشی ، او اورپای هوادونه په وډار کړی . ډیر جنګونه د امریکا په ګټه تمام شوی. جنګ روان دی او امریکا په ډیره بیړه خپل راکټونه په پولند او چیک کی پځای کوی. د جورجیا په جنګ کی امریکا یو بل هدف هم درلو، هغه دا چه چین غوښتل چه داولمپک په لوبوکی خپله ځلور کلنه امادګی نړی والو ته وښی چه چين وس هر څه کولای شی .چین هیله لرله چه دنړی ګرم او اوتازه خبر به صرف د اولمپک لوبی وی ،مګر دا دی موږ وس ګورو چه د جوجیا جنګ روسه تیری کونکی وښودله اودی جنګ داولمپک لوبی تر صوری لاندی راوستلی او امریکابه هغه � �اکټونه چه هدف د روسی د راکټو مخنوی د په ډیر خلاص لاس ځای په ځای کړی . محمد کټوازي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل تيره شپه يو راکتي بريد شوى دى .", "output": "تيره شپه د کابل په مرکزي سيمه کې يو توعندى لګيدلۍ دى ،چې ځاني زيان نه لرى ،خو يو شمير ودانيو ته يې مالي زيان رسولى دى . دغه توغندى چې دپوليسو پر وينا د کابل د چهار اسياب له سيمې څخه توغول شوى دى د شش درک په سيمه کې لګيدلى دى .تر اوسه د دغه بريد مسوليت چا په غاړه نه دى اخيستى خو د پوليسو يو چارواکى وويل دا دسولې او هېواد د دشمنانو کار دى .توغندى نيم کيلومتر لرې په کابل کې د ناتو له مرکز څخه لګيدلۍ دى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهارکې انساني غميزه اوبې کفايته چارواکي", "output": "په کندهار کې انساني غميزه او بې کفايته چارواکي [ګڼې ځوانۍ په ملا ماتې شوې، والي صاحب او قوماندان يې په رډو سترګو ننداره کوي] طالب چارواکو! د بېګناه انسانانو په وژنه مو زړونه يخ شول؟ محمد اسحق، ميوند له تېرې اوونۍ راهيسې په کندهار کې يوه ستره غميزه روانه ده، د لغمان او شرقي ولايتونو تقريباً دېرش تنه ځوانان چې د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، دوسلوالو طالبانو له خوا ونيول شول او ګڼ هغه يې په دې تور ووژل شول چې ګواکې د ملي اردو عسکر دي. نن د دغو وژل شويو ځوانانو د کورنيو زيات غړي د کندهار په ميرويس روغتون کې د خپل خپلوانو د مړو انتقال ته راغلي وو، دوى هم همدا ويل چې ځوانان يې د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، چې طالبانو ووژل او هېڅ ډول رسمي دنده يې نه درلوده. يوشمېر دغسې نور کسان هلمند ته ورغلي چې د خپلو عزيزانو جسدونه ترلاسه کړي، چې له يوشمېر څخه يې س� �ونه پرې شوي، د ځينو پښې او د بدن نور غړي غوڅ شوي او ځينې په ګوليو ويشتل شوي دي. طالبان وايي په وژل شويو کې يو تن هم بېګناه سړى نه و او ټول د ملي اردو عسکر وو، چې د ګلاب منګل په غوښتنه هلمند ته روان وو. طا� �بان چې تل د وطن په بربادۍ او د پښتنو په وژنه اختر کوي، د دغو ځوانانو په وژنه هم ډېر خوښ وو، چې په خپله پاڼه کې يې په دې اړه يوه تبصره هم خپره کړې او ويلي يې دي له دوى سره ځينې اسناد شته چې دا کسان د ملي اردو عسکر وو. طا� �بانو به ښايي د دغو بېګناه ځوانانو د وژلو امر او قوماندان له کوټې او يا د بلوچستان له کوم بل سوړي څخه اخيستې وي. وسلوال طالبان چې د پښتنو په وينو پسې تږي دي، د همدغو خوارانو پر سيمه يې نن قيامت راوستى دى. د کندهار بې کفايته چارواکي چې يوازې په مطبوعاتو کې سره او تاوده کېږي په حقيقت کې تر اوسه نه دي توانېدلي حتى د دغو وژل شويو ځوانانو مړي له ميوند ولسوالۍ څخه انتقال کړي، په دې اړه هېڅ دول څرګندونې نه کوي. دوى له وېرې سيمې ته نه شي تلاى، حال دا چې له لومړۍ ورځې امنيتي ځواکونو ته دا معلومات په لاس ورغلي وو، چې دغه مسافر چېرې کښته کړل شوي او چېرې بېول شوي دي، اوس امنيه قومانداني په دې هم خبره ده چې دا مړي چېرې پراته دي، خو تر اوسه پورې يې اقدام نه دى کړى. والي صاحب! دا په زرګونو کاناډايي ځواکونه په دې ولايت کې څه کوي؟ د عياشۍ او خپلسرو بمباريو لپاره دلته فعاليت لري؟ د کندهار اوسنى والي ښاغلى رحمت الله روفي چې د يوشمېر قومي مشرانو په وينا کرزيانو په خپله ولکه کې اخيستى نه د کار وړتيا او نه کاري تجربه لري، يوازې يو څو تکراري جملې يې زده دي. امنيت چې نوموړي او د کندهار نوي امنيه قوماندان مطيع الله قاطع خپل لومړيتوب ګاڼه، دوى يې د ټينګولو پخه ژم نه کړې وه، خو يوازې په تېره مياشت کې د کندهار څو مهم چارواکي ترور شول، چې نه يې قاتلين ونيول شول او نه په دې ب� �خه کې والي صاحب خلکو ته ډاډ ورکړ. امنيتي وضعيت ورځ په ورځ ناوه کېږي. پخوا به بريدونه د شپې او په ولسوا� �يو کې کېدل، اوس د ښار په منځ کې رئيسان، د امنيې قوماندانۍ کارکوونکي او د ملي امنيت رياست مامورين وژل کېږي. دا دى امنيت او دا ده د والي صاحب کارکردګي. امنيه قوماندان چې له مطبوعاتو سره ډېر بد برخورد کوي، هېڅ ډول معلومات مطبوعاتو ته نه ورکوي، کله چې يوه مرکه وکړي سبا ته يې پر خپله مرکه پښېمانه وي. د کندهار ولس چې د ښاغلي کرزي د خاپوړو ټاټوبى دى نن د بېګناهۍ په اور کې سلګۍ وهي، نه يې مرکزي دولت ږغ اوري نه يې اوسني بې کفايته چارواکي د کرارۍ وس او توان لري."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ګران هېواد خپلواکۍ (رفيع الله ستانکزى)", "output": "زما ضمير په ماشومتوب کې خپلواکي غوښت� �همور به تړلم په سوزني ما به په چغو ژړلخپلواکي د خدای پاک يو سپېڅلی نعمت دی، چې هر چا ته يې دا حق ورکړی دی تر څو په خپلواک او آزاد ډول ژوند وکړي، نو له همدې امله د نړۍ ټول هېوادونه د خپلواکۍ حق لري او بايد چې خپ� �واکه واوسي.زه به دلته د خپلواکۍ پيژند تاسو ته وړاندې کړم: خپلواکي د نورو له کنټرول، اغيز او ملاتړ او مرستې پرته آزاد حالت دی.استقلال يا خپلواکي: آزادي لرل، په آزادي کار کول، د نورو له لاس وهنې پرته د خپل کار اداره کول دي.په همدې توګه آزادي: د مرييتوب خلاف ده او آزاد، حلالوني (حلال زېږدی) آر (اصيل) او هغه څوک چې له هر راز تړاو لرې وي1.خپلواکي که هر مهال د هغه وخت له شرايطو سره تعريف شي او بېلابېلې شننې پرې وشي، خو آر يا اصلي جوهر يې هماغه د نورو له يوغ او اغېز پرته د خپل واک او اختيار لرل دي. په همدې خاطر زموږ ګران هېواد افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې خپلواکه دی او دغه خپلواکي يې په 1919 عيسوي کال د جون د مياشتې په دريمه نېټه د امان الله خان د واکمنۍ په وخت کې تر لاسه کړې ده، چې انګريزانو په هغه وخت کې له دريو خوا څخه (ننګ� �هار، پکتيا او کندهار) څخه په افغانستان تیری وکړ او د افغانستان غيرتمن ولس په زغرده د هغوی دفاع دهمدغو دريو مورچلونو څخه وکړه او نه يوازې خپل هېواد ته يې د خپلواکۍ وياړ ور په برخه کړ بلکې د نړۍ ډېرو نورو هېوادونو ته يې هم د دغه نعمت تر لاسه کول ورزده کړل او ځينې خو يې له خپل ځان سره خپلواکه هم کړل. موږ ته په کار ده ، چې خپل ګران هېواد همداسې خپلواکه او ازاده وساتو او پرې نه ږدو چې پردی يرغلګر زموږ پر هېواد باندې خپلې منګولې خښې کړي.او دا ورځ چې د زمري (اسد) د مياشتې د 28 سره سمون خوري بايد هر وخت ولمانځو تر څو موږ او زموږ � �اتلونکی نسل د خپلواکۍ په ارزښت ځان پوه کړي او دا ارزښت وپېژني. خپلې خبرې په دې شعر پای ته رسوم او ورسره ورسره خپلو ټولو هېوادوالو ته د دغې ورځې مبارکي وايم. آزادي تر باشاهيه لا تېری کاچې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي د تلپاتې خپلواک افغانستان په هيلهلوګر، محمد آغه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په فلپين کې د قربانيانو شميره مخ پر زياتيدو ده.", "output": "ځايي چارواکو د فلپين په يو کلى کې د ځمکې د ښوئيدو د قربانيان شميره څه ناڅه ٢٠٠٠ تنه اټکل کړې . د( برناما) د خبرى رسنۍ د رپوټ له مخې تر اوسه ١٠٩ مړى ايستل شوي او ٥٧ تنه ژوندى پيدا شوي دي . د( پنا )خبري رسنۍ بيا وايي چې ددغه کلي ټول ټال ٦٠٠کورونه چې د وګړو شمير يې ٣٠٠٠ تنه وو، تر خټو او خاورو لاندې شوي دي. ٣٠٠ زده کونکي هم د قربانيان په جمله کې دي چې د سهار له مخې په ښونځيو کې په زده کړه بوخت وو .په دغه ناوړه پېښه کې يوازې د نارګيل ځينې ونې په خټو کې ترسترګو کيږي . پيښه پس له يوې اونۍ پر له پسې اورښت او له يوې سپکې لزلې وروسته د جمعې د ورځې په سهار د (ليت )ايالت په جنوبي سيمه کې رامينځ ته شوه ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هندې كشمير كې درنده وسلواله نښته شوې", "output": "راپورونه وايې دا نښته نن غرمه نيژدې د يوولسو بجو په شاوخوا كې د سرينګر ښار په لال چوك نومې سيمه كې چېرته چې ډير سوداګرې ماركېټونه پراته دې رامنځته � �وه. عينې شاهدانو وويل ناپېژندل شويو وسله والو په دې سيمه كې لومړى د پوليسو په تمځاى بريد وكړ او له بريد سره سم د درندو وسلو ګذارونه يو پر بل پيل شول او تر اوسه روان دې. د سرينګر ښار اوسېدونكو وويل چې سيمې ته اضافي س� �تېري رارسيدلې او ګومان كېږي چې له دواړو لورو ډېر كسان په دې وسله وال اخ او ډب كې وژل شوې دې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په پښتو ژبه نوی تفسیر شریف له چاپه راووت.", "output": "دا له قران الکریم نه په پښتو ژبه ژباړل شوی تفسیر شریف دی چې ویل کیږي افغانستان کې لومړی په پښتو ژبه تفسیر دی چې په ډیره ساده ژبه یې ژباړه شوې. دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت چاپ کړی او ژباړه یې تر ډیره کچه مولوي قیام الدین کشاف کړې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قندهار: نوي موزیم د سلګونو کسانو سیلانیانو پام ځان ته اړولی", "output": "میرویس جلالزی د کندهار په ولایت کې فعال شوي دولتي موزیم د سلګونو تنو مینه والو پام ځان ته اړولی او هره ورځ جوپې جوپې خلک راځي او د غه موزیم ننداره کوي. دغه موزیم چې څه کم ۲۵۰ ټوکه لرغوني اثار پکې نندارۍ ته ایښودل شوي د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت او زیار سره فعال کړای شوی دی. په هغه ولایت کې چې ترینه وخت ناوخت د چاودنو رپوټونه را رسیږي د یوه داسي تفریحي محل جوړول کوم اسان کار نه دی. دغه خبره د کندهار ولایت موزیم ته راغلو یو شمیر سیلانیانو د بینوا ویب پاڼي همکار ته وکړه. دمګړۍ په دغه موزیم کې خټین لوښي، د بودا یوه مجسمه، د قبرونو دوه لرغوني پوښتنه او یو شمیر هغه نور اثار نندارۍ ته ایښودل شوي چې قدامت یې د میلاد څخه مخکي کلونوته رسیږي. د کندهار موزیم ډیری اثار د کابل د ملي موزیم د اثار په څير د غلو او کورنیو او بهرنیو قاچاقبرو له خوا غلا او بهر ته انتقال شول خو په تیرو اتو کلونو کې یو شمیر دغه اثار یا د حکومتونو او یا هم د ځینو با احساسه افغانانو له خوا بیرته د افغانستان موزیمونو ته راوړل شول. یو نړیوال تاریخي اثر"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شعر", "output": "شعر زه او ته چې يو روان په دغه لارهدا زمونږ درومي کاروان په دغه � �ارهکافران مسلمانان له حده ډېر ديما ورک کړى دى انسان په دغه لاره"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وعده", "output": "هره وعده دې په وعده باندې پښيمانه راځيدا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي پرون دې ښه وو که هر څه وو نن دې څه پاته ديرا ته راښايه که په سترګو کې اوبه پاته ديډېر پيغورونه د پرديو لا په زړه پاته ديهره خبره د پردو دلته خندانه راځيدا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي زه مې غزني زه مې هلمند که مې کابل وژاړمکه کندهار که مې کنړ که مې زابل وژاړماو که مې دا په وينو سور او که مې ا بل وژاړمله کلو سره وينه مو سپينه سوه ارزانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي که مو نيکونو د همدغې خاوری پت ساتلیدغه تاريخ هم هر تاريخ دی حقيقت ساتلیچې ت� �ېنه پاتو يې هم شان دی ښه اوچت ساتلیاوس ګونګوسې له دې ځوانانو بې ايمانه راځي دا څو کلونه د غم زيري له اسم انه راځي توره مو تيکي ته ورپاته سوه لا نوره به ويراځي قاصده چې بل غم، نو له کوم لوره به ويځواب څه دی، توره بېغمه په زنګ توره به ويله بله نه ده هر پرهر مو له خپله ځانه راځيدا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي چې له وطنه مارغان تللي مارغان بيرته راسيهغه په ورکو لارو تللۍ کاروان بېرته راسياو دومره خپل سو چې تر منځ مو افغان بيرته راسياوښکې د شکر په هغې ورځ تر ګرېوانه راځيدا څو ک� �ونه د غم زيري له اسمانه راځي راځئ چې لاس د ورورۍ ورکو حبيبان سو سرههم په يوې ليلا مجنون سو � �ېونيان سو سرهراځئ چې ټوله مسيحا او لېونيان سو سرهسختې خبرې د نسيم خولې ته اسانه راځيدا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل:ځانمرگی بريد شوی", "output": "نن د سه شنبې په سهار د کابل شار لويديځي څنډه کې یوه ځواکمنه چاودنه شوي . عینی شاهدان ېې ځانمرگی بولی او وايي چې يو شمیر کسان ېې ژوبل کړي دي . ټاکل شوی چې نن د کابل له لويديځي څنډي څخه پراخ لاريون هم د ښار د مرکز په لور را پیل شي.پوليس واېې چاودنه د بابر د بڼ مخي ته � �وي ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اغيار", "output": "بيا د يار پر کوڅه بل دي څه او� �ونه بيا اغيارو څه شبخون کړ، يرغلونهزما دميني بڼ په وينو کي کرنګ سوچي خونخور اغيار پرې وکړه ګوزارونهلا غوټيو يې خوله نه وه خلاصه کړېچي د مرګ خزان پرې راوړه توپانونهيو زه نه يم چي په غشو يې خونبار کړمدې خوني اغيار ډېر خاوري کړه سرونهد وحشت لمبې يې خېژي تر اسمانهاژدها غوندي پرې سوځي دريابونهپه هيڅ رنګ يې زړه له ظُلمه نه سړيږيوران، ويجاړ کړي، ناروا کوي خونونه که هر څو يې روغي، جوړي ته را بولمنه هيڅ نرخ مني، نه تيږه، نه خواستونهربه! خپل او پردی ټول � �اته اغيار سوهنن د چا له بې رحمۍ کړم فريادونهزه هارون د يار په اور کي ستي ښه يمنه « لندن » کي چي ګا� �م درد، شوګيرونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عنان د افغانستان په هکله خپل رپوټ وړاندې کړ", "output": "د ملګرو ملتونو سرمنشى کوفى عنان د افغانستان په اړوند خپل رپوټ د امنيت شورا ته وړاندې کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې په دغه فقير هېواد کې دې د ملګرو ملتونو دنده دوام ومومي . په افغانستان کې د ملګر ملتونودنده د روان زيږديزکال دمارچ په ٢٤ نيټه پاى ته رسيږي . عنان دنور يو کال دغزيدو غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه چې افغانستان، د امنيت ، مرکزى حکومت،بشرى حقونو ،اقتصادى او ټولنيزې ودې اود نيشه يي توکوسره د مبارزې په اړوند له ستونزو سره مخامخ دى . ده وويل له دولت سره د خلکو د ملاتړ او اعتبار په موخه بايد په دې برخو کې پرمختګ وشي .حنان وايي سره له دغو ستونزو په تيرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ځانکړى سياسي بدلونونه راغلي دي.ده بيا هم ګوته ونيوله چې افغان دولت لا ډير کمزورى دى او نه شي کولاى په دې اړوند دندې پلى کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کابل کې دريمه چاودنه وشوه", "output": "د کابل ښار ختيځ لوري ته د کابل - جلال ابادسړک د پ� �چرخى سيمه کې هم چاودنه شوې ده . کابل کې د کورنيو چارو وزارت چارواکوويلى چې په چاودنه کې چاته د سر زيان نه دى رسيدلۍ . نننيو او پرونيو چاودنو کابل اوسيدونکى ډير انديښمن کړي او د پخوا په پرتله د ښار په واټونو کې د خلکو گڼه گوڼه هم کمه شوې ده . د کورنيو چارو وزارت وياند چاودنې د هېواد د دشمنانو کار وباله .ددغې چاودنې مسئوليت هم طالبانو منلۍ او ددغې ډلې يو وياند ډاکتر حنيف ادعا کړې چې موخه يې د ملى اردو موټر وو.."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات:ددلارام ښاروال په قتل ورسیده،اوشندندکی عملیات بشپړشوه.", "output": "دغه مطلب دنیمروزد امینت امرسمونوال محمدموسی رسولی په ټلفون سره ووایه زیاته یی کړه« ددلارام ښاروال باندی دندی څخه دتلوپه مال وسله والوبریدوکړی شووژل شوی دی دپیښی په اړوندیی څیړنی پیل کړی دی» طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی په ټلفون سره دپیښی مسئولیت په غاړه واخیسته ویویل ښاروال یی دوه تنه ساتونکوسره قتل دسپرلی موټریی ځان سره وړی خودغه ادعایی دولتی مامورین نه منی. دیوه بل خبرپه اساس دهرات شندندولسوالی کی دملی اورداوایتلافی ځواکونوګډدوه ورځنی عملیات بشپړشوه. غرب زون کی دقول ارددودکوماندودکنډک قوماندا ډګروال زین الله خبریالانوته وویل عملیات یی بریالی ، په ترڅ کی یی دطالبانودیوه قوماندان په شمول ۱۱تنه وسلوال ونیول. خودسیمنی خلکوبیابرخلاف له دغوعملیاتوپه شکایت متضررکسان ملکی یادکړه. د شندندولسوال لعل محمدخان عبدال الرحیم زی وویل په زیرکوکی نیول شوی کسان به ترتحیق څخه وروسته معلوم شي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دښاغلي عبدالاحد پيغام د شعر څو بېلګې", "output": "غزل كله سورسيلاب په شپه كي سره خالونه راوړي دلته دګلاب په سرولاســـــــــــــــــــوكي اميلونه راوړي دلته مرګه ستا په معني پوه شوم،ژونده نوي كيسه راوړه چي يوشمعه په لمــــــــــــن كي سره اورونه راوړي دلته دمنصوردداركيسه كه دعيسي دوينورنګ دي دجنون ليوني خيال به ځنځيرونه راوړي دلـــــــته دخيام ډوبه قسمته ډكي ډكي پيالي غـــــــــــــواړم چي دسروګلونوڅانګه سره جامونه راوړي دلته دنغموپه پسته ژبه ويښــــــــــــــــــــــــــوم ويده راګونه كه مطرب دسازپه پښوكي پايزيبونه راوړي دلته دغزل دناوي ټيك ته څوخـــــــــــــــــــــــــــالونه جوړومه كه پيغام په شنه پياله كي سره شعرونه راوړي دلته غزل كاشكي څاڅكي دخمارواي دساقي په پيمانه كي كاشكي تال ديوه خيال واي دمطرب په تـــــرانه كي كاشكي اوښكه دشبنم واي دګلاب په سره ګريوان كي كاشكي اوردپسرلي واي دغاټول په سره پــــــــــياله كي كاشكي رمزدليونتوب واي دجنون پرلويه دښته كاشكي چيغه دمنصورواي دخيام په ميخانه كي كاشكي شپه دقسمت نه واي دنصيب په تورماښام كي ګل دستوروپه تندي واي دسپوږمي په اشـــــــــــيانه كي كاشكي يواغازدميني يوانجام دژونـــــــــــــــــدانه واي ښكلي خوب اورنګين خيال واي دوصال په افسانه كي كاشكي مينه دليلاواي يا جنون دزلــــــــــــــــــــــيخاواي كاشكي سترګي ديعقوب واي ديوسف په بيلتانه كي كاشكي وراني جيلخاني واي ،كاشكي مات واي ځنځيرونه كاشكي ميني نڅيدلاي دجنــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــون په زولانه كي دلاله جنازه دشبنم په پاكواوښكو دلاله غسل كومه دسروګلوپه بستركي جنازه ورجوړومه دګلاب دګل دپاسه سري غونچي پري غوړومه په سروچيغواوسروساندو سورغاټول خاوروته وړمه په مزاريي بلومه څودشمعوقطارونه چي پخپلواوښكوپاك كړي دلاله دزړه داغونه بيا يي قبرته دريږم په سجده اوپه ژړازه بيا تري ځمه په سروسترګو له خپل دي ګل لاله زه دوه ژوندونه دي په ژوند كي يوبي پته اوبي ننګ دي بل زما ګل لاله دي چي دزړه په وينورنګ دي صدقه ترداسي ګل شم چي دزړه په وينورنګ وي صدقه ترداسي سر شم چي دښمن سره په جنګ وي كويټه ،بلوچستان ۱۹۹۵ دزماني ليوني ليوني دزماني يم كه منصوريم دخپل وخت زه چي دحق توره مي كښلي كه يونوريم دخپل وخت زه دګريوان كچكول مي ډك كړدحسرت په ملغلرو چي له اوښكو خيرات غواړم خومجبوريم دخپل وخت زه دزخمي پرهرپه شونډوښكلوم دغم خيالونه دخپل تن په سروتڼاكوپروت رنځوريم دخپل وخت زه يوملنګ يم ببرسري ،له دنيا بيزاره سوي ستا دنورپه ميومست يم چي مغروريم دخپل وخت زه شيخه ځه الله دي مل شه زه يوغريم نه نړيږم دپيغام په څير ملنګ يم خوباتوريم دخپل وخت زه دترانوشيون دخاموشه سازپه زړه كي دازګيروي دنغمواوري ؟ په ناپايه سمندركي سوړفرياددڅپواوري ؟ ستړي كرږي بي اوازه تښتوي ويده خوبونه دنظرله سترګوڅاڅي دماتم دوير بحرونه دتقدير په توره شپه كي دقسمت لاسه نه سره دي دنصيب په هرقدم كي داميد مړي پراته دي دپرون رندان دي غلي څيروي خپل ګريوانونه دنشوپيالي نسكوره سوځوي خپل اميدونه دزخمي غوغاسينه كي داشيون دترانودي دخاموش سيلاب په غيږ كي سرانجام دتوپانودي دماتم په اوښكولژند ګريوانونه توپاني شوه دغمجن خزان له ويري فريادونه اسماني شوه دامغروره غرويده دي دغه دښتي دي خاموشه دغوټيو خولي تړلي پسرلي دي فراموشه دريا لښكري راغلي زموږ دميني كورتباه شو دوحشت منګولي سري شوي هرنفس موبينواشو غزل نصيب مي وقسمت ته توري شپي راوړي دي دلمر سپينولاسوته يي زولني راوړي دي اغزن خزان خوښه وو،دبهار ترسروګلونو رقيب دزاغ په ژبه تراني راوړي دي دشپي ومعركي ته به دژوندپه بيه ځم ساقي دشمعي لاس كي پيماني راوړي دي دلمردرڼاڅاڅكي به په اوښكوګډومه تقديرمي وګريوان ته سري لمبي راوړي دي اسمانه ! نن دستوروپه محفل كي خاموشي ده سپوږمي دزړه كفن كي جنازي راوړي دي عبدالاحد پيغام ، كابل ،افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سږنۍ كانكور ازموينې", "output": "هلال ياسيني - ٥ کب ١٣٨٣ لمريز د كانكور ازموينې زمونږ د هيواد په تعليمي او تربيوي سيسټم كې خورا مهم رول لري . ځكه چې زده كونكي د يوې معينې تعليمي مرحلې څخه چې پكې اساسي زده كړې كوي يوې بلې جږې تعليمي مرحلې ته چې د تخصص پورې اړه لري او د هيواد په ابادۍ كې مهم رول لري پوريباسي. د تېر كال د كانكور ازموينې په دې وجه لغوه اعلان شوې وې چې د ازموينې پوښتنې د دولت ځنو مامورينو په تور بازار كې خرڅولې. سږ كال د هيواد په تاريخ كې د اول ځل دپاره په لس هاو زره زده كوونكي د كانكور په ازموينه كې برخه اخلي، خو د ازموينې په هكله رنګارنګ اندېښنې موجودي دي. د ٢٠٠٣ع كال د ديسمبر په مياشت كې مې د مكتب د وخت يو استاذ وليدلو. نوموړی استاذ پاك او پخپل هيواد مين شخصيت دی، او هيواد ته يې د قدر وړ خدمتونه كړي دي. د خبرو په دوران كې مو د دولت يو جږپوړی مامور ياد كړ چې سمدستي ترينه استاذ شكايت شروع كړ. شكايت دا و چې د استاذ زوی يو لايقه زده كونكی دی او غوښتل يې چې د طب پوهنځي ته كامياب شي. خو د طب پوهنځي ته كاميابيدل څه اسانه خبره نه وه. دا نه چې ورته د ډېر لياقت او پوهې ضرورت و ، بلكه د ډېرې قوي واسطې او يا د يو لوی رشوت ضرورت و. نو ځكه خو زما استاذ چې د هغه په وينا د شل زره افغانيو رشوت وسعه نه لرله، دغه جږپوړي دولتي مامور ته مراجعه كړې وه تر څو ورته د يوې مسلحې ډلې -چې د افغانستان تعليمي سيسټم يې په لاس كې و- كوم مشر وګوري او ليك وركړي چې زوی يې د طب په پوهنځي كې شامل شي. دولتي مامور ورڅخه معذرت غوښتی و ځكه چې د نوموړي اړيكي د هغې مسلحې ډلې د مشرانو سره ښې نه وې، نو كولی يې نشو چې واسطه ورته وګوري. استاذ راته وويل چې بله لار نه وه، هر كس بايد قوي واسطه ولري او يا رشوت وركړي چې د خپلې خوښې پوهنتون ته كامياب شي. د كابل پوهنتون ته لاړم او هلته هم زده كونكو د دغه مشكل نه شكايت لرلو. ځينو خو راته خپلې ويديوي مركې هم راكړلې چې پكې كې د دولت د ځنو منسوبينو څخه -چې په پوهنتون يې كنترول لرلو- شكايت كولو. لوی شكايت د رشوت او ژبني تبعيض و. د لوګر د ولايت څخه راغلي يو زده كونكي راته وويل چې په پوهنتون او مربوطه موسساتو كې بايد كوم جږپوړی مامور وپېژنې او يا رشوت وكاروې تر څو خپل د خوښې پوهنځي ته كامياب شې. او په پوهنتون كې د نه مقررۍ دپاره خو دا بس و چې څوك په پښتو خبرې وكړي. سږكال هم هيوادوال انديښنې لري چې د دولت محترم مامورين به د تېرو كلونو تكتيكونه استعمال كړي. د ځينو زده كونكو په قول سږه كال د خپلې خوښې پوهنځيو ته د كاميابيدو د رشوت قيمت هم زيات شوی دی. د طب او انجنيرۍ قيمت د زرو ډالرو نه زيات او د حقوقو د پوهنځي قيمت د اته سوو او زرو ډالرو تر منځ اټكل شوی دی. او طريقه يې هم داسې ده چې رشوت وركونكی به د كوم باوري درېمګړي سره متفق عليه پيسې ږدي او چې كله د خپلې خوښې پوهنځي ته كامياب شي نو درېمګړی به دولتي مامور ته هغه پيسې وركوي. زده كونكي دا اندېښنه هم لري چې د تېر كال په شان كيدای شي د كانكور پوښتنې په تور بازار كې خرڅي شي او يا به بيا د كانكور نتيجې لغوه اعلان شي. زما په عقيده د خلكو اندېښنې په ځای دي. سره د دې چې افغانستان هم د ټولټاكنو په سرته رسولو د جمهوريت د تاسيسولو لمړی قدم واخستلو، خو د خفګان خبره دا ده چې دا جمهوريت ډېر د پاكستان جمهوريت ته ورته دی. د كوزې پښتونخوا د مشهور ليكوال نورالبشر نويد خبره مونږ ځان سره د پاكستان څخه د پاكستان د كلچر يا كلتور ځنې مهم عناصر افغانستان ته انتقال كړيدي. چې يو يې هم په دولتي ادارو كې د رشوت اخستل دي. د مجاهدينو د دورې ملوك الطوايفۍ او په تېرو كلونو كې د ځنو مسلحو مليشو د منسوبينو كردارونو په دولتي موسسو او ادارو د خلكو اعتبار بيخي له منځه وړی دی. دولت بايد كوښښ وكړي چې د خپلو موسساتو په نزاهت او غښتلتوب د خلكو باور وساتي او يا يې بېرته لاس ته راوړي. دا چې نوې كابينه د ولس د رايې د اخستلو نه وروسته ټاكل شوېده، د ولس ملاتړ لري، او د تعليمي ادارو په سر كې د مسلحو مليشو مشران قرار نه لري او ښاغلی اشرف غني د كابل پوهنتون مشر شوی دی، دا يو ښه فرصت دی چې دولت د خلكو باور بېرته وګټي. ځكه كه هر څوك رشوت د كاميابۍ لار وګڼي او د دولت د مامورينو په ريښتنولۍ خپل باور د لاسه وركړي، شايد دا به ډېره سخته وي چې د هيواد د راتلونكي نسل او خصوصا متعلمې طبقې څخه د هيواد په ابادۍ كې د مثبت رول هيله ولرو. تعليمي ادارې يو عظيم فرصت لري چې په هيواد كې د ريښتنولۍ او ايماندارۍ كلتور بېرته راژوندی كړي، په سږني كانكور كې د بډو اخستلو او واسطو كارولو مخنيوی وكړي ، او د راتلونكي نسل پوهانو او مشرانو ته دا وښايي چې د دوی حقوق په ځای دي او لږكي خود غرضه او فاسد عناصر نشي كولی د دوی په راتلونكي لوبې وكړي. هيله ده چې سږ كال به د كانكور په هكله د خلكو اندېښنې فقط اندېښنې پاتې شي او واقعيت ته به نه ترجمه كېږي، تر څو د تيرو كلونو بې اعتباري او بې ايماني خاتمه ومومي او هر د حق څښتن ته خپل حق ورسېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هلمند: د امریکې د سمندري سرتیرو له خوا پراخ عملیات پیل شول", "output": "میرویس جلالزی د افغانستان په نا امنه جنوبي ولایت هلمند کې تیره شپه یوه بجه د امریکې د سمندري سرتیرو او یو شمیر افغان پوځيانو له خوا پراخ عملیات پیل شول. په دغو عملیاتو کې چې خنجر نومول شوي ۴۰۰۰ امریکایي او ۶۵� � افغان سرتیري برخه لري. د خنجر عملیات د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره په لاره اچول شوي چېرته چې طالبان پرې ولکه لري. په هلمند کې د امریکايي ځواکونو یوه قوماندان جنرال نیکولسن وویل چې په دغو پراخو او بي سارو عملیاتو کې به هغه سیمي ونیول شي کومي چې تر اوسه پکې افغان او بهرني سرتیري شتون نه لري او که په کومو سیموکې مقاومت ولیدل شي نو مقاومت به مات او افغان او امریکايي سرتیري به دغو سیمو ته ور داخل شي.د دې خبر تر خپریدو پوري د بینوا ویب پاڼي ته د هلمند د دغو عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو، پوځيانو او طا� �بانو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي رار سیدلي.په سیمه کې د بینوا ویب پاڼي همکاران دغه عم� �یات له نژدې څارې او د احتمالي مرګ ژوبلي په اړه به درته شیبه په شیبه تازه خبرونه خپاره کړي. د بینوا ویب پاڼي ته د نویو عملیاتو را رسیدلی لومړی انځور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دسهار شبنم", "output": "دسهار شبنم دسهار شبنــــــم په څیر می دزړګې په سر غوټۍ � �وي یا داور په ســـرو لمبو کښي سپرمغی غوندی ګولۍ شوي یا دشین آســـمان په څنډو دبریښنا سره ږلۍ شوي یا تعبـــیر می دخوبونو دهغی رقم مسکۍ شوي یالالـــه شوی په با غچو کی که نسیم دګل غوټۍ شوي اوس نو ســـتا بیان ته غوږشوم ښایسته لکه سپوږمۍ شوي راته وایه ته یی چـــــــیرته که له مونږ ځینی پردۍ شوي هرکلۍ به درته وایو بیرته راشه ای صلحی! صلحی! چیرته بیړنۍ شوي محمد جاوید (شریفی وردګ)"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرات:۱۴ټولګټی پروژی ګټی اخیستنی ته چمتوشوی.", "output": "په هرات کی دکلیوپراختیا رئیس انجنیر اغامحمدصدیقی وویل ۱۴ټولګټی پروژی دڅه دپاسه ۲۰ملیونه افغانیوپه لګښت دولسی خلکوپه لس فیصده سهم سره دشپږمیاشتوپه اوږدوکی تکمیل شوی.په دغوپروژوکی در ی دکلتوری ټولنوودانی ،دیوه وښونځی ودانی جوړښت،د اوبودشبکواوبریښنادمزیوتمدید،کوهی کیندل،اوپه پاخه اواساسی ډول دکاریزونوپاکول شامل دی.دخبروپه دوام یی دانجیل ولسوالی طلاب کلی کی دیوه ښونځی دودانی دبشپړیدووویل زیاته یی کړه دوه جریبه ځمکه کی دغه ود دانی بشپړه شوه، په جوړونه یی د۵سوه زده کونکوددرسی ځای دکمښت ستونزه هواره شوه.دود انی ساختمانی چاری په ۹میاشتوکی تکمیل شوی.همداراز دګذری ولسوالی د چشمه نومی سیمی سړک دریګ اچونی کاردکلیوپراختیاریست په مصرف پیل شو.د۲۵پل اوپلچکونوپه جوړښت سر ه ۵نیم کلومتره جوړشی.مالی لګښت یی ۸ملیونه افغانی یادی شوی اوپه جوړونه یی ویلکیږی د۵زره سیمه ایزه وګړودلاری دخرابی موجوده ستونزی هواریدلی شی.په هرات کی ددغوپروژو،اوپه ټولیزه ډول دبیار غونی هڅوڅخه ولسی خلک تر ډی ره بریده راضی دی مګردساختمانی موادودکیفیت ټیټوالی څخه شکایتونه ډیرځله کیږی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان ته د آصف علي زرداري سفر وځنډید", "output": "افغانستان ته د پاکستان د ولمسشر آصف علي زرداري سفر چې د جمعې ورځ ورته ځانګړي شوي وه د هوا د خرابوالي له امله وځنډید. دا هغه دلیل دی چې پاکستاني او افغان چارواکي یې کابل ته د زرداري د سفر د ځنډ اصلی لامل بولي. د جمعې په ورځ په کابل کې د زرداري د راتګ دمخه سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول او زیات کابل ښاریان د لویو واټونو د تړل کیدو له امله له ستونزو سره مخ شوي و� �.د ولسمشر د دفتر یو چارواکی سیامک هروي وایې چې ډیر ژر به زرداري کابل ته راشي اوله ولسمشر کرزي سره به د دواړو هیوادونو په امنیتي او اقتصادي حالاتو خبري وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د جنسي تېريو مخنيوى په شرعي حدودو کېږي", "output": "په تېرو څو ورځو کې پر وړو ماشومانو د جنسي تېرېيو درې دردونکې پېښې ثبت شوي دي . شايد د تېريو کچه له دې هم لوړه وي ، خو دا هغه دي چې د رسنيو تر پوښښ لاندې راغلي دي . دوه ورځې وړاندې د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې يوه ١٩ کلن هلک پر څلور کلنۍ ماشومۍ جنسي تېرى وکړ . همدارنګه له دې لږ مخکې په جوزجان کې يوه پوځي ، ١٢ کلنه نجلۍ د خپلو وحشي هوسونو قرباني کړه . او نن په کابل ښار کې يو ٢٥ کلن ځوان په دې تور ونيول شو چې په يوه ٩ کلنه نجلۍ يې څو ځلې جنسي تېرى کړى دى . که څه هم ټول تيري کونکي نيول شوي دي خو د جنسي تيريو مخه نه ده ډب شوې .ددې کار لاملونه به نور هم وي ، خو عمده لامل يې زما په اند دادى چې خلک اوس د ويرې ډېر احساس نه کوي . خلک هغه وخت يو څه محسوسوي چې په خپلو سترګو يې وويني او مشاهده يې کړي . په تېرو شپږ و کلونو کې په لسګونو جرمونو ککړ کسان ونيول شول خو د م جرمانو جرئت کم نه شو او دا ځکه چې هېچا په خپلو سترګو مجرم ته سزا ورکول ونه ليدل . زموږ د اوسني نظام نوم اس� �امي جمهوريت دى ، خو په دغه نظام کې شرعي حدودو پلي کول چې د اسلامي نظام لويه نښه ده ، نه ترسترګو کېږي . د اسلام مبارک دين د انساني ژوند غوره ضامن دى ، دغه دين د انسانانو ژوند د خوندي کولو لپاره هراړخيزې � �ارښونې کړي دي . اسلام په ټاکلو شرايطو کې د غله لپاره د لاس پرېکولو حکم کړى او د زنا لپاره يې ( درې او سنګسار ) ټاکلي دي ترڅو د خلکو مال او ناموس خوندي شي . په تېرو شپږو کلونو کې بېشمېره غلاوې ، قتلونه او زناوې وشوې خو نه د دار پړى په حرکت راغى ، نه د قاضي په لاس کې دره پورته شوه او نه هم غله ته څه وويل شول . د دغو احکامو له تطبيقولو سره په بيلا بيلو نومونو ځينې کړۍ مخالفت کوي او دا کار د انساني کرامت خلاف ګڼي . دوى په دې ښه خبر دي چې د شرعي احکامو په پلي کولو سره د نورو انسانانو ژوند خوندي کېږي او د نړۍ ټو� � قوانين ډاډه ژوند کول د انسان اصلي حق ګڼي خو ، له دغه حقيقته سترګې پټېږي . دوى که څه هم ځانونه د بشر د حقونو مدافعان ګڼي او په همدې پلمه په مجرمانو د حدودو د جاري کولو مخه نيسي . خو په حقيقت کې دوى د بشر د حقونو اصلي ناقضين دي . که له دغه شان کسانو پوښتنه وشي چې ايا وژل شوي او يا پر هغو ماشوم انو چې په زوره پرې وحشيانه تيرى شوى دى انسانان نه دي او حقوق نه لري ؟ نو ځواب بۀ يې څه وي ؟؟ او يا که د همدغو جنابانو په ماشومانو ، خداى مه کړه ، تيرى وشي غبرګون به يې څه وي ؟ ايا وبه يې زغمي ؟؟ نه ، هيڅکله هم نه . د اکثريت خوښې او رايې ته درناوى کول د اسلام او ولسواکۍ ( دموکراسۍ ) اصل دى . زموږ ټول هېوادوال غواړي چې ددوى ماشومان ، د کورنۍ ټول غړي او ددوى شتمني دي خوندي وي . د دغه خونديتوب � �پاره يواځينۍ لاره لکه وړاندې چې وويل شول د شرعي حدودو پلي کول دي . که له شرعي حدودو پرته دغه خوندې کېدنه ممکنه وى ، په تېرو شپږو کلونو کې به شوې وه . او که چا سره اوس هم بله کومه لاره وي ، په خپلو ماشوم انو د ترحم په خاطر دې تجويز کړي ! په هر صورت ؛ د شرعي حدود و جاري کول د اکثريت څه چې د ټولو غوښتنه ده نو زموږ نظام که اسلامي ګڼل کېږي او که دموکرات بايد د اکثريت غوښتنه په کې له پامه ونه غورځول شي . کابل ، د سلواغې ٢٠ مه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اورکزی جرگه: طالبان به وباسو", "output": "د شمالي پښتونخوا د اورکزی اېجنسۍ قبايلو د يوې جرگې په ترڅ کښي د خپلو دښمنيو د پای ته رسولواو د طالبانو پر ضد د يو ځای کېدو اعلان کړی دی. دغه جرگه دجمعې په ورځ د اورکزی اېجنسي په مرکزي ښار ډبوری کښي تر سره سوه چي د يولسو اورکزيو قبايلو مشرانو او علماو گډون پکښي کړی و. قبايلي مشرانو د پاکستان حکومت ته ډاډ ورکړی چي ټول هغه وسله وال به د سيمي نه باسي چي داو� �کزی اېجنسي سره تړاو نه لري. دوی دا ژمنه هم کړېده چي دپوليسو او فوځ ټوله هغه پوستې چي طالبانو نیولي دي، بيرته پاکستاني چارواکو ته سپارل کيږي. به جرگه کښي پر دې خبره فيصله سوېده چي دوی به خپل ترمنځ هيڅ جگړه نه کوي او ټوله پرېکړي به په گډه تطبيقوي. د جرگې د غړو په خبره دوی دغه پرېکړي پدې تړاو کړيدي چي دهغوفوځي عملياتو و اورکزی اېجنسۍ ته د راغځېدو مخه ونيسي چي پاکستاني فوځ دطالبانو پر ضدپه هنگوکښي پېل کړيدي. په نوموړې جرگه کښي د اورکزی اېجنسي د اتلسو څخه يولسو قبيلو گډون کړی و. د جرگې غړو هوډ ښودلی چي په راتلونکو څو ورځو کښي به ستره جرگه جوړوي چي په کومه کښي بهد شعيه قبيلوپه گډون ټوله قبېلې گډون وکړي. دروان مېلادي کال په جنورۍ مياشت کښي هم قبايلو د ملک ذلمن شاه په مشري د طالبانو پر ضد د جنگ اعلان کړی و. د پرېکړې وروسته پر ملک ذ� �من شاه باندي يو بمي بريد وسو د کوم نه چي هغه ژوندی وتلی و. د بريد وروسته ملک ذلمن شاه اړخ بدل کړی اود طا� �بانو ملاتړی سوی و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې ملا عبدالله ملنګ ووژل شو", "output": "ملا عبدالله ملنګ د يو بل وګړي سره يو ځاي د وسله والو موټرسايکل سپروله خوا ووژل شول ٣٠ د زمري ١٣٨٤ کندهار : د افغانستان په سهيل کې چارواکي وايي چې شکمنو طالب ياغيانو په کندهار کې يو مسجد ته نږدې يو حکومتي پلوې ملا وژلی دی. يو سيمه ايز چارواکي وويل چې ملا عبدالله ملنګ د يو بل وګړي سره يو ځاي د وسله والو موټرسايکل سپروله خوا ووژل شول. په دې وروستيو مياشتو کې په ديني ملايانو باندې د يرغلونو په لړ کې دا وروستۍ يرغل دی چې چارواکي يې پړه پر طالبانو اچوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملنګ جان ته", "output": "ارواح ښادملنګ جان تهزما زخمي زخمي وطنه ملنګ جان خپه دیا� �واح يې بياتازه کووننګ دا فغان خپه دی****په ګران هيوادکې دنفاق د اورلمبې جګيږيدموردغيږې دماشوم زړګی په بم چاوديږيدغه وحشي دغم وختونوته اثره نه کيږيخاونده ولې نور زمونږه توبه نه قبليږي ؟ ****دوطن عشق کې ليونی په قبرستان خپه دیارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی****زموږوطن کې دجنګونولوی سنګر وګورئپه سروګولیودماشـــوم زخمي ټټر وګورئنورمودميندوپه سلګوکې شيمه پاتې نه � �وهديزيدجنګ دی کربلاکې لوی محشروګورئ ****خيبردغم نارې وهي پښتنونستان خپه دیارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی ****پښتنوشور د افغانيت دننګ سړي غواړيدملنګ جان په پل روان هغه زلمي غواړيچې دخوشحال او د احمد په ارادو مين ويلکه ميرويس هسکه شمله په زندګي غواړي ****زمونږ دميندوفريادوته خوشحال خان خپه دیارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی****پښتنوجوړه کړئ جرګه ملي تړون وغواړئزمونږ دټولو مليتونو پيوستون وغواړئچې نوردغم اودوي� �نوکيسې پاتې نه شيدنوې عصر تقاضادژوندسمون وغواړئ ****حفيظ دسولې اوآز پورته کړه افغان خپه دیارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د پښتونستان ملى ورځ", "output": "غلام جيلاني ځواك ۱۳۲۸ كال نه راپديخو د داكټر نجيب حكومت تر پرځيدو د وږي په نهمه نيټه د پښتونستان ورځ د يوي ملي داعيي په توګه هم دوخت د حكومت له خوا اوهم د بيلا بيلو سياسي او ټولنيزو سازمانونو له خوا لمانځل كيدله. د نجيب د پرځيدو نه وروسته د مجاهدينو حكومت د هغوپټو او ښكاره اړيكو له امله چي پاكستان سره يي درلودي اوهم دژبني او سيمه ييزو كركو له امله د پښتونستان په داعيي دنه باور له كبله ددي ملي ورځي لمانځل پريښي وو. د طالبانو حكومت نه خوادا تمه نه وه چي داورځ ولمانځي. د خوښي ځاي دي چي دادي د پښتونستان ملي ورځ يو ځل بيا لمانځل كيږي. تيره چهارشنبي چي د وږي د نهمي نيټي سره سمون لري، د افغانستان د قومونو اوقبايلو د چاورو وزارت لخوا دا ورځ ولمانځل شوه په دي غونډه كي پرته له يوشمير ملي او دولتي شخصيتونو د ډيورنډ د كرښي نه هاخوا د مومندو ايجنسي، وزيرستان، خيبر او نورو سيمو استازي هم راغلي وو، په دي غونډه كي د قومونو او قبايلو د چارو د وزارت د خپرونو رئيس ښاغلي رحيم داد وويل چي دغه ورځ د كلونوكلونو راهيسي د افغان دولت لخوا د پښتنو اوبلوچو سره د پيوستون د ورځي په نامه لمانځل شوي اولدي وروسته به هم لمانځل كيږي. د پښتونستان دورځي لمانځل په حقيقت كي د افغانستان د ځمكني بشپړتياد تامينولو داعيي ته د ژمنتيا مانا لري، د ګندمګ اوبيا وروسته د ډيورنډ دكرغيړن تړون له مخي هغه ټولي افغاني سيمي چي نن صبا دپاكستان په ولكه كي دي اوهغوي يي د بلوچستان او صوبه سرحد په نوم يادوي، د افغانستان دخاوري يوه برخه ده چي انګليسي استعمار زموږ له تن نه بيلي كړي او اوس په ميراث كي پنجابي استعمار ته پاتي دي. په دي سيموكي د پاكستان واكمني يوه استعماري واكمني ده او هيڅ كوم حقوقي اړخ نه لري، نو د يوي اوږدي مودي وروسته د پښتونستان د ورځي لمانځل په حقيقت كي افغانستان د تن دا نيمايي برخه د پنجابي استعمار نه دخلاصولو او بيرته افغانستان سره د يو ځاي كولو د داعيي بيا راژوندي كول دي. د ډيورند نه هاخوا پښتنو اوبلوڅو دهغي دم نه چي د استعمار په منګلو كي ولويدلي تر دي دمه دخپلي خاوري دآزادي اود افغانستان سره دپيوستون لپاره ښه ښايسته هلي ځلي كړي. د انګليسي استعمار په وړاندي د وزيرو، اپريدو، مومندو او نورو پښتنو او بلوڅو پاڅونونه او بيا د پنجابي استعمار په وړاندي دخان عبدلغفار خان، عبدلصمد خان اڅكزي، اجمل خټك او يو شمير نورو وطنپالو مبارزي اوسرښندني د تاريخ په زرينو پاڼو ليكل شوي خو د بده مرغه د ملي مبارزينو دغو هلو ځلو او هڅو سره د افغانستان هيڅ حكومت هم لازمه مرسته نده كړي، او له همدي امله دا ټولي سرښندني او فداكاري په سيند لاهو شوي او اوس هم ددي كرغيړني كرښي نه ها خوا افغانان د اثارت شپي او ورځي تيروي. امير عبدالرحمن خان او بيا زوي يي امير حبيب الله خان د ډيورنډ نه هاخوا افغانان د انګليسي استعمار په وړاندي په خپلو مبارزو كي يواځي پريښودل او انګليسانو سره په خپلو تړونونو په كلكه ودريدل، همدارنګه كله چي اعليحضرت غازي امان الله خان د افغانستان استقلال اعلان كړ، په ټوله پښتونخواه كي د آزادي غو ښتني يو غورځنګ راپورته شو خو دبده مرغه سره لدي چي انګليسانو په جګړه كي ماته وكړه، ديوشمير عواملو له امله افغغانستان بياهم ونشول كولاي د ډيورنډ د كرښي نه ها خوا خپلي سيمي بيرته لاس ته راوړي چي په دي توګه زموږ استقلال بياهم نيمګړي پاتي شو او ترڅو چي مو داسيمي بيرته نه وي ترلاسه كړي همداسي به نيمګړي وي. په همدي توګه كله چي انګليسان دهند نه وتو ته مجبور شول د افغانستان د هغه وخت حكومت په دي هكله چوپه خوله پاتي شو او د خپل ځمكني بشپړ تيا لپاره يي هيڅ كوم عملي ګام پورته نكړ، يواځي دخلكو داحساساتو د سړولو په خاطر د ۱۳۲۸ كال نه راپديخوا يي ددي ورځي پر لمانځلو پيل وكړ. ويل كيږي چي د افغانستان دهغه وخت حكومت ويره درلوده چي د كرښي نه هاخوا د افغانانو لوړ سياسي شعور او ولسواكي سره بلدتيا به په افغانستان كي د سلطنت دستګاه ته ګواښ پيښ كړي، نو ځكه يي هيڅكه رښتيني هڅه ونكړه چي موږ داسيمي بيرته خپلي كړو. د افغانستان دتن نه د نيمايي افغانستان چي اوس د پاكستان په ولكه كي دي د بيلتون دروند والي موږ په تيرو دريو لسيزو كي ښه تجربه كړ، ترڅو چي زموږ تن همداسي دوه نيمه وي د ملي وحدت تامينول به يو ستونزمن كاروي. داسيمي د افغانستان د خاوري نه بيليدونكي برخه ده، افغانستان بايد بيرته داسيمي ترلاسه كړي، ددي سيمو د آزادي او افغانستان سره دپيوستون نه پرته به نه يواځي چي زموږ استقلال نيمګړي وي بلكي تل به دګواښ لاندي هم وي. د افغانستان اوسني حكومت چي د خلكو لخوا ټاكل شوي حكومت دي او بايد دخلكو دهيلو او اورزوګانو ممثل وي،ښايي په دي هكله د تيرو حكومتو په شان يواځي په غولونكو شعارونو او تشو لمانځونو بسيا ونكړي، بلكي په دي هكله بايد كوټلي ګامونه واخلي او ددي لانجي دغوڅولو لپاره ښي ښايسته هلي ځلي وكړي. دا سمه ده چي اوس موږ ددي لانجي د پوځي حل غوښتونكي نه يو خو لږ ترلږه بايد په دي هكله يوه روښانه تګلاره او يوه سمه او روغه ملي ستراتيژي ولرو، دا روحيه بايد په خپلو ځوانانو كي ژوندي وساتو اويي روزو يي همدا رنګه د حكومت په خوا كي د افغانستان سياسي ګوندونه او ټولنيز سازمانونه هم په دي هكله روښانه كړنلاره ولري. دا يوه ملي داعيه ده او بايد دسياسي مصلحتونو ښكار نشي. همدا اوس هم ځيني كړي د دي داعيي د پورته كولو په هكله زړه نازړه دي،او ځيني كړي خو د ژبني تعصباتو درلودلو امله دي داعيي سره مخالف دي. او به بيلابيلو پلمو غواړي مخه يي ونيسي، همدارنګه هغه غونډه چي په دي هكله د قومونو اوقبايلو د چارووزات لخواجوړه شوي وه په هغه كي ددي وزارت د چارواكو پرته بل كوم د پام وړ حكومتي چارواكي ګډون نه درلود د هيواد په چاپي رسنيوكي هم د دي غونډي انعكاس ډير كمرنګي وو، د ملي مسايلو په هكله زموږ دا بي تفاوتي زموږ راتلونكي ته ډيره زيانمنه ده، په دي هكله هم حكومت او هم خلك بايدخپل مسئوليتونه وپيژني او سرته يي ورسوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نړيوالو ځواکونو ١٠ ټانکر سوځول شوي دي.", "output": "د افغانستان په جنوب دهلمند ولايت کې د پرله پسې جګړو او وژنو د لړۍ پر دوام پرون وروسته له غرمې هم ددغه ولايت د ګرشک د حيدراباد په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو د موټرو پر يو کاروان بريد شوى دى ، چې له امله يې څه ناڅه ١٠ ټانکر سوځول شوي دي. له سيمې څخه تر اوسه پورې دمرګ او ژوبلې په اړوند روڼ انځور نه شته ، يوازې دهلمند يو لوړ پوړې چارواکې د ټيلفون پر کرښه له بينوا سره د پېښې پخلى کړى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي د قندهار چاودنه وغندله .", "output": "افغان ولس مشر حامد کرزى د قندهار چاودنه چې په کې ١٥ تنه مړه او ١٤ تنه ټپيان شول په کلکه وغندله او داډول ناکامې هڅې يې د سولې او امنيت د بهير پر وړاندې خنډ وباله .کرزي همداشان د هلمند ولايت د استازو او سپين ږيرو په ناسته کې نن وويل : د قندهارچاودنه نه يوازې دافغانستان له پاره بلکه د پاکستان له پاره هم تاوان لري همداشان دپاکستان د کويټې چاودنه د افغانستان له پاره .ده وويل په خپل راتلونکي سفر کې به دپاکستان له چارواکو سره يو شمير مسئلې په ډاګه مطرح کړي . ټاکل شوې ده کرزي د روانې مياشتې په ٢٧ نيټه پاکستان ته سفر وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان: د كابل نننى بريد ځانمرګى نه وو", "output": "طالب وياند ډاكټر محمدحنيف بېنوا ويبپاڼي ته وويل چي په كابل كي د كورنيو چارو وزارت مخته د نن سهار بريد ځانمرګى نه وو، نوموړي وويل دا مخكي � �ه مخكي ځاى پر ځاى شوي مواد وه چي د ريموټ په واسطه والوزل شول. دا په داسي حال كي ده چي افغان چارواكي يې ځانمرګى بريد ګڼي او ويل كېږي چي د كو� �نيو چارو وزارت ډېرى كاركوونكي او د نجونو د ليسې زده كوونكي پكښي وژل شوي او ټپيان شوي دي دي. ډاكټر حنيف د لوګر پر چرخ ولسوالۍ او د سمنګانو پر تنګي باندي هم د بريدونو ادعا كوي چي د ده په وينا په چرخ ولسوالي كي يې دوه موټره ويجاړ كړي او له ځاني تلفاتو يې ځان ناخبره ښيي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نیویارک ټایمز: اروپایان په جنګ نه پوهیږي", "output": "سرچینه: نیویارک ټایمز د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د دسمبر د یوویشتمې نېټې په گڼه کې لیکي، اروپایان په افغانستان کې جنگیږي خو ورو ورو دې ته راځي چې له ځان نه پوښتنه وکړي چې د څه لپاره. یو ستر اروپايي ډپلومات د افغانستان په وړاندې د اوباما د پالیسۍ په هکله وايي چې ده د امریکا د موقف د سپینولو په هدف، د ځان لپاره د وتلو اته لس میاشتې وټاکلې ترڅو د زیاتو عسکرو د لیږلو لپاره زمینه برابره کړي. ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې جگړه په اروپا کې د عامه خلکو په منځ کې خپل محبوبیت له لاسه ورکوي او دوی اوس دا خبره په سختۍ مني چې ددوی امنیت په کندهار یا د هندوکش په لمنو کې د امنیت پورې تړلی دی. سره ددې هم د ناتو مهم اروپايي غړي هیوادونه حاضر شول چې په افغانستان کې خپل عسکر زیات کړي. نیویارک ټایمز لیکي، د اروپايانو په نوښت د جنوری په ٢٨ مه په لندن کې د افغانستان په هکله کانفرانس جوړیږي او په هغه کې د دې هیواد سره د مرستې په ژمنو خبرې کیږي او هیله کیږي چې جرمني او فرانسې دواړه افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو تعهد وکړي. خو بیاهم د فرانسه جمهوررئیس نیکولاس سرکوزي به د سیمه ایزو انتخاباتو په سبب چې په دې هیواد کې په مارچ کې کیدونکي دي، دغه اعلان وځنډوي ځکه هغه پخوا ویلي وو چې یو اضافي عسکربه هم افغانستان ته وانستوي. ورځپاڼه زیاتوي، داوباما په راتگ سره دافغانستان جگړه ورو ورو امریکا ته پاتې کیږي. په اوله کې د ناتو ونډه په دې جگړه کې ډیره وه خو اوس د هرو دوو امریکايي عسکرو په مقابل کې د ناتو یواځې یو عسکر په افغانستان کې جنگیږي. خو سره ددې هم اوس داسې انگیرل کیږي چې په افغانستان کې بریالتیوب د ناتو د غړو هیواد د عزت او وقار خبره گرځیدلې ده، نو په دې اساس اروپایان حاضر شول چې دم گړی اوه زره تازه دم عسکر افغانستان ته واستوي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ځواب نيونه په كلكه غندو", "output": "اوروي چي د مرګ كاڼي نن پر ګلو – خدايه غبرګ لاسونه مات كړي د هغو د زابل په ولايت كي ټول ځوانان ، فرهنګپال ، د هنر او ادب مينه وال او د زابل ټول ولس او په خاص ډول د ترنك ادبي ټولني غړي د ځوان او څپاند شاعر ، ليكوال او تكړه ژورنالست ښاغلي عزت الله ځواب پر نيونه او اختطاف باندي سخت خواشيني او مايوسه دي.او دا دټولو ليكوالانو سپكاوي بولي، پداسي حال كي چي نن ګرانه پښتو په افغانستان كي د پرديو ژبه بلل كيږي ، پښتو د محكومو قومونو ژبه شميرل كيږي ، پښتو په دفاعي حالت كي قرار لري او پښتو نن د هغو خلكو ژبه شميرل كيږي چي تروريست ، طآلب ، قاتل او د ياغي په نوم ورته خطاب كيږي خو څو روڼاندي، دپښتو ريښتني خواخوږي ، او د پښتو واقعي خدمتګاران را ولاړ سوي او پښتو يو ځل بيا خپل مقام ته رسول غواړي نو دداسي كړنو تر سره كيدنه د پښتو او پښتنو سره د دښمني او تربګني څرك لري . په همدي اړوند تيره ورځ د ترنك د ادبي ټولني په مركز كي له ټول زابل څخه قلموال راغونډشوي و او د ښاغلي ځواب د نيول كيدو په غبرګون كي ئي لانديني پريكړه وكړه. 0- موږ د زابل ولايت د ترنك ادبي ټولني غړي د ټول زابلي ولس په نماينده ګي د عزت الله ځواب نيونه او اختطاف په كلكه غندو. 1. د ترنك د ادبي ټولني ټول غړي په يوه ږغ سره له دولت څخه دا غوښتنه لري چي د ښاغلي ځواب د خوشي كيدلو په لاره كي ټوله هڅه او هاند وكړي. 2. له دولت نه زموږ دا هيله ده چي ددي ناځوان مردانه او فرهنګ ضد عمل عاملان ونيسي او د قانون منګلو ته ئي وسپاري . 3. موږ له دولت نه داهيله لرو چي دداسي وطن پالو ليكوالانو پوره درنښت په پام كي ونيسي . 4. له حكومتي چارواكو په كلكه دا غوښتنه كوو چي په راتلونكي كښي ددي ډول غير قانوني پيښو مخه په كلكه ونيسي . 5. له ټولو قلموالو نه داهيله لرو چي د ښاغلي ځواب لاره تعقيب كړي او د خپلي پښتو په خدمت كي له ځوابه ډيره قرباني وركړي. 6. د ښاغلي ځواب كورني ، ملګرو ، ليكوالانو ، د پښتو خدمتګارانو او ټولو پښتنو ته د زابل ولايت د ځوانانو د پوره همكاري ډاډ وركوو.7. او له لوي څښتن څخه د ښاغلي عزت الله ځواب د هر څه ژر روغ رمټ خلاصيدو هيله كوو او خپل لاسونه يوځل بيا د خداي دربار ته اوچتو كي په راتلونكي كي داسي ريښتني د پښتو مينان د ژوند په ډګر كي پر هر راز مشكلاتو لاس بري ولري. په ټوله پښتنه مينه بسم الله ( پښتون مل )د زابل ولايت د ترنك ادبي ټولنه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په استراليا کې د ايدس ناروغۍ غونډه پيل شوه", "output": "د استراليا په سيدنی ښار کې د ايدس ناروغۍ پر وړاندي د مبارزي تر ټولو لويه نړيواله غونډه نن پيل شوه.په دی غونډه کې د 130 هيوادونو کابو � �٠٠٠ طبی ماهرين او استازي گډون لري. غونډه والو په ايدس ځپلو دولتونو غږ وکړ چی د طبی څيړنو لپاره بايد د خپلوهيوادنو 10 فيصده خالص عايدات ځانگړي کړي. ملگري ملتونه واېې همدا اوس د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې � �اوخوا ٤٠ ميليونه تنه په دی ناروغۍ اخته دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درڼا مجلې نوي ګڼه چاپ سوه", "output": "درڼا مجلې نوي ګڼه چاپ سوه رڼامجله چي دكندهارولايت دښووني اورورزني رياست څخه داحمدلودين په مسئول مديريت خپريږي په ښكلي صحافت د۵۴ مخونوپه درلودلوسره له چاپه راووته، رڼامجله چي بيلابېل علمي، تاريخي، ښوونيزاواجتماعي ليكني خپروي دكندهارښاردزده كوونكي په منځ كي دمحبوبيت څخه برخمنه ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني د خواخوږۍ پيغام", "output": "په ډیره خواشینۍ سره خبر شوو چي د افغانستان د یوې خدمتګاري کورنۍ لارښود، حقوقپوه الحاج عبدالقیوم بزګر په ناڅاپي توګه له دې فاني نړۍ سترګي پټي کړي . لوی خدای ج دی یې وبخښي. ( امين ) الحاج عبدالقیوم بزګر نه یوازي پخپله د هیواد او اولس خدمت په پوره صداقت کړی بلکي په خبپه کورنۍ کي یې د پوهي داسي یوه دایمي ډ یوه بله ساتلې چي نن یې په رڼا د ګڼ شمیر افغانانو سترګي روښانه کیږي او هغه د هغه ، هغه خدمتګار بچیان دي چي شپه او ورځ د اولس او هیواد په خدمت کي زیار ګالي. په هالند کي دافغاني کلتوري ټولني مشرتابه جرګه ګۍ او غړي الحاج ارواښاد بزګر ته په هغي دونیا کیي هم رڼایي او فردوس جنتونه غواړي او له درنې کورنۍ سره یې ، په ځانګړې توګه د دعوت د ملي خپروني موسس او چلوونکي ښاغلي محمد طارق بزګر سره ځانونه په دغه ستر غم کي شریک ګڼي او ورته د زړه له تله تسلیت غواړي. د الحاج ارواښاد عبدالقیوم بزګر اروا دي ښاده او یاد دي یې تلپاتي وي. په هالند کي د افغاني کلتوري ټولني د مشرتابه جرګه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دامريكې سفير وايي له طالبانو سره جګړه نه پرېږدو.", "output": "تيره ورځ دامريكې دمتحدو ايالاتو كابل كې سفير رونالډ نيومن خبري ناستې ته وويل چې دافغانستان په سويل كې دامريكايي ځواكونو پرځای دناټو دځواكونو ورتګ ددې مانا نلري چې هيواد يې له طالبانو سره نوره جګړه نه كوي نوموړي ومنله چې دافغانستان په سويل كې ناامني ورځ په ورځ ډيرېدونكې ده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "افغانستان ته د تڼي راتګ، د پاكستان نوي لوبه", "output": "غلام جيلاني ځواك شاهنواز تڼي ويلي دي چي ديو پنځلس ورځني سفر لپاره به افغانستان ته راشي اود ولسي جرګي لپاره د انتخاباتو دكمپاين دليدونه پرته به دلته خپل خپلوان، دوستان او ګوندي ملګري وګوري. شاهنواز د ډاكټر نجيب د واكمني پر مهال د دفاع وزير وو. د ۱۳۶۸ كال د كب په مياشت كي ديوي كودتا له لاري ده هڅه وكړه چي د ډاكتر نجيب حكومت وپرځوي، خو لكه څرنګه چي ټولو ته معلومه ده ، دكودتا هڅه ناكامه شوه اودي دخپلو ملګرو سره پاكستان ته وتښتيد. د شهنواز دكودتا په هكله لا اوس هم ډير داسي سوالونه شته چي ځواب يي روښانه ندي. دكودتا دپيل سره سم ګلبدين حكمتيار په مجاهدينو غږ وكړ چي د شهنوازد كودتاچيانو سره د نجيب په پرځولو كي مرسته وكړي. دګلبدين دي بي وخته غږ اود ډاكټر نجيب د وفادارو ځواكونو د كودتا دمخنيوي لپاره د مخكي نه تياري، سبب شو چي كودتا ناكامه شي، شهنواز دكودتا دناكاميدو نه وروسته دحزب اسلامي مجاهدينو ته ځان ورساوه اود هغوي په مرسته پاكستان ته ورسيد او د هغه وخته تردي دمه دپاكستان ديونازولي ميلمه په توګه په پاكستان كي دخپلو ملګرو سره ميشت دي. دي نه ښكاري چي شهنواز دكودتا نه دمخه هم د ګلبدين او پاكستان سره اړيكي درلودي. د ګلبدين او آيي ايس آيي سره د اړيكو سره سره داسي هم ويل كيږي چي شهنواز د ببرك كارمل د فركسيون له خوا په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د نجيب حكومت پرځولو ته هڅول شوي، ځيني كړي داسي هم فكر كوي په دي هكله د آيي ايس آيي او د روسي چارواكو ترمنځ كومه هم آهنګي وه كه نه وه،خو هم دپاكستان او هم دروسيي په ګټه وه چي د نجيب حكومت بايد مخكي لدي چي دملګروملتو په مرسته واكمني يو دريم قوت ته وسپاري، له منځه ولاړ شي. د كودتا په نتيجه كي پرته لدي چي د افغانستان د اردو په سلهاوو افسران، سرتيري اونور ملكي وګړي ووژل شول يوه بله ناوړه پايله يي داوه چي ډاكټرنجيب مجبور شو چي ترڅو په نظام كي دننه د كارمل په فركسيون ترحده ډيره تكيه وكړي، او دي كار دكارمل فركسيون ته دا ځواك وركړ چي په افغانستان كي دملي روغي جوړي د پاليسي پربنسټ د ملګرو ملتو په مرسته يو دريم قوت ته دواكمني د ورسپارلو مخه ونيسي او په دي توګه د ثور په اتمه نيټه د ثور داوومي نيټي نه وروسته يوبل ستر تاريخي ناورين رامنځ ته شو. شهنواز بايد ډيرو سوالونو ته ځواب ووايي، د ده په مشري كودتا افغانستان د بربادي كندي ته وغورځاوه، اوس بايد دي خلكو ته په روښانه توګه ووايي چي دي ولي كودتا ته اړ شو، دكودتا شاته دچا لاسونه وو، دده هويت خو ديو سخت دريزي كمونست وو نوبيا د آيي ايس آيي غيږي ته څنګه ولويد. اوس شهنواز د سولي دغورځنګ مشر دي او ګوند يي دعدليي د وزارت لخوا راجستر شوي، دبده مرغه په افغانستان كي د جګړي دمجرمانو محاكمي ته لا ځمكه نده اواره، نوځكه شهنواز هم په ډاډه زړه سياسي ګوند جوړوي اوغواړي يوځل بيا د افغانستان دسياست په ډګر كى ځان له ځاي پيداكړي. د ده د راتګ په هكله دخلكو په ذهنونو كي ډيري انديښني پيداشوي، د طالبانو د پرځيدو دا دريم كال دي.خو شهنواز په داسي حال كي چي ګوند يي دلته راجستردي بياهم په پاكستان كي دي، تراوسه دي ولي وطن ته ندي راستون شوي او اوس كوم توپير راغلي چي دي راستنيږي . داسي انديښني هم شته چي پاكستان اوس د نړيوالو د فشار له امله نور نشي كولاي ترډيره د بنسټ پالانو په مټ په افغانستان كي خپل نفوذ وساتي نواوس غواړي د شهنواز په شان كسانو چي يو څه نا څه د روشنفكري هويت لري او د پاكستان نازولي دي د افغانستان دسياست په ډګر كي خپل ځان ته د پښو ايښودو ځاي پيدا كړي، نو ښايي له همدي امله پاكستان غوښتي شهنواز افغانستان ته راوليږي ترڅو دخپلي راتلونكي سياسي لوبي لپاره ځمكه اواره كړي. شهنواز بايد په دي پوه شي چي نور خلك نه غوليږي، دتاريخ په يوه ډيره حساسه شيبه كي شهنواز يو ډير سخت منفي رول ولوباوه او د افغانستان په وراني او دخلكو په وژنه كي يي يوه ستره ونډه واخسته، دي پخوا د روس دلاس پوڅي رژيم يو پوځي جنرال وو او اوس د آيي ايس آيي يو نازولي. په خپل دارنګ هويت دي څرنګه كولاي شي د افغانستان دسياست په ډګر كي ځانله ځاي پيداكړي، البته زه فكر كوم شهنواز يوكار كولاي شي او هغه داچي هغه رازونه چي دده په زړه كي پټ دي هغه په ډاګه كړي، په ډاګه خلكو ته ووايي ولي اړ شو چي كودتا وكړي، ولي دي ته اړ شوچي د آيي ايس آيي غيږي ته ولويږي ، دكودتا شا ته پټ لاسونه د چاوو هغه د آيي ايس ايي وو او كه كي جي بي، بايد خلكو ته يي په ډاګه كړي اودزړه له كومي د خپلو جناياتو په هكله د خلكو نه بخښنه وغواړي،ګواكي كه خلك يي وبخښي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل پېر محمد کاروان په زلفو کښې مې ونغاړه راګوره لکه شپه له سپينو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپه آرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوب په خواه کښې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه حيا يې پښتنه ده په حيجاب کښې ده نغښتلې خاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه � �انجه د ليونۍ مينې يې څکلي وؤ نشه وه په غيږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شپه د ستورو په چ� �مو کښې نظر واچوه تر لرې په شپې پسې کاروانه غلي ګوره لکه شپه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تنده", "output": "د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه. داځل چې مې څنګه سترګې راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه کېده . څلور نجونو چې د کاليو رنګ سره سم وړې بکسې يې په اوږو کې ځنګېدلې، ميده _ميده قدم واهه . ورو- ورو رانږدې کېدې ، زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت کې نارامه و . يو ناڅاپه يوه پخه نيولې شوه ، په مطلبي نظر يې را وکتل او بيا له نورو ملګرو سره ، مخکې لاړه . يوه وړه دوره يې وخوړه او بيا مخامخ پر يوه څوکۍ کېناستې . ناول لوستل رانه پاتې شول ، پاڼه مې قات کړه او سترګو لاندې مې هغوى ته کتلې . هغې هم سترګې راباندې نښلولې وې ، کله به يې سترګې مخ په ما پرانستې پاتې شوې ، کله به يې سر ټيټ کړ او ک� �ه به له ځايه لږ پورته شوه خو ډېر ژربه کېناسته . ډول- ډول پوښتنې مې زړه ته تلې راتلې ، بدن مې ورو- و� �و ګرمېده خو هيڅ مې نشواى کولى . زه لا هماغه شان نارامه وم ، چې هغه راپورته شوه څو ځلې همزولو له لمنې ټينګه کړه خو ايساره نشوه ، مخ په ما ګډه وډه را روانه وه . مخ ته مې ودرېده ، خو ما دپورته کتلو وس نه درلود ، په سر يې راته لاس کېښود او بيا له دې سره سم پورته شوم . کله به مې دهغې په سترګو کې د خپل مخ ننداره کوله اوکله به مې سترګې ټيټي کړې . د هغې په مخ کې سور رنګ ځلېده ، شونډې رپېدې او ژر- ژر يې ساه اخست� �ه .يو نا څاپه يې دواړه لاسونه رانه را تاو کړل ، پر اوږه يې راته سر کېښود د زړه ټکانونه مو سر يوشول ، شيبه پس لرې شوه پر اوږو يې راته لاسونه کېښودل ، سترګې يې وازې پاتې وې ، د بڼو څوکو ته يې پنډ-پنډ څاڅکې راټول شول يو ناڅاپه يې رانه بيا لاسونه راتاو کړل ، چيغه يې کړه : همدغه شان ورور يې راته ځوانيمرګ کړ او بيا يې پر اوږه راته سر کېښود ، هغې هماغه شان سلګۍ وهلې او زه لکه تش کالبوت ولاړوم . د ليندۍ ١٢مه، کابل"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بدخشان کې یوه ښوونځي ته اور اچول شوی.", "output": "دبدخشان ولایت دولایتي شورا مرستیالې گلالۍ اکبري بینوا ته وویل چې ددغه ولایت په مرکز فیض اباد تیره شپه اوه بجې یوه ښوونځي ته دنامعلومو وسلوالو له لورې اور اچول شوی چې دښوونځي ودانۍ او چوکیو اور اخیستی خو کوم ځاني زیان یې ندی رسولی. داپه بدخشان کې لومړی وار دی چې ښوونځي ته اور اچول کیږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د كركټ د اتلانو په وياړ غونډه جوړه شوه", "output": "په اسيا كې د كركټ د شل اوريزو سياليو اتل نو� �ز منګل ته په خوست ولايت كې ورزشكارانو هركلى وكړ.د هركلي په دغه مراسمو كې د خوست ډير شمير سپورت كوونكو ، دولتي چارواكو،قومي مشرانو او په سلګنو ځوانانو برخه اخيستې وه. په خوست كې زموږ خبريال قادرشاه ددې مراسم و په اړند نور جزئيات راكوي.خوست ښار ته ورڅيرمه د مټه چينې له سيمې بيا د خوست تر ښاره د سړك په غاړه ولاړو � �له ډله سپورت كوونكو د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې كپټان نورز منګل او ورسره دوو تنو د كركټ لوبغاړو ته هرك� �ى ووايه .سپورت كوونكو نوروزمنګل او ورسره ملګرو ته چې د كركټ په اسيايي سياليو كې برى تر لاسه كړى و په غاړه كې د ګلونو په اچولو سره خپله خوښي ښكاره كړه.همدارنګه ګڼ شيمر خوست ميشتي چې د دوى د هركلي په موخه د خوست ښار سړكونو او څلور لارو ته را وتلي ول دوى په چكچكواو د خوشالۍ په نارو بدرګه كول.د خوست په ميلم ستون ودانۍ كې رابلل شوي غونډې ته د خبرو پرمهال خوست ښاروال نوروز منګل ته د ښاروالۍ لخوا يوه نمره ځمكه د جايزې په توګه اعلان كړه.د كركټ شل اوريزو اسيايي سياليو اتل نوروز منګل د خوست ميشتو د تاوده هركلي له ام� �ه خوښي ښكاره كړه.يو شيمر سپورت كوونكو د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د بريا له امله خوښي داسې په ډاګه كړه.سپورت كوونكو او سلګونو خوست ميشتو د هركلي له مراسمو وروسته ملي اتڼ ترسره كړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان رسالې (۷۸ ) پرله پسې ګڼه له چاپه راووتله .", "output": "د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه : * د افغان رسالی د خپرونی اووم کال * په ټورنټو کې د نيکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا سو. * جوان افغان در مسابقه بین المللی قرائت قرانکریم مقام سوم را حایز گردید. * درنگی بر پروسه دردناک ملت سازی در جوامع قبیلوی ــ امیر عبدالرحمن خان در ترازوی تاریخ ښاغلي ډاکتر روستار تره کی * نابودی اردوی افغانستان * موزيم شهر شهيد كابل چه وقت بنا خواهد شد؟ * مقدمۀ بر چگونگی تحول تاریخ در خاور زمین * دولسی جرګې د غړو لست * اداى احترام به رزا پاركس نماد جنبش حقوق مدنى امريكا * مرکز تشخیصی تدریسی و تحقیقاتی امراض قلبی افغانستان * نقدی بر شرقیمانه بزرګ * غزني پوهنتون : دغزني د تاريخي اوفرهنګي پرتم اوپيژندګلوۍ نښه - ښاغلي داکتر خالق رشید * د کرزي او ظاهر شاه خوبونه ترخه کيږی ؟ ښاغلي قدرت الله حداد * برتری نظامي امريکا، تفوق سیاسی روس ، تسلط فرهنګی ایران و دسیسه بازی پاکستان – داکتر رحیم عزیز * بوش په جنګ کې ( ۱۷ ) برخه * د ښاغلي حبیب الله مایار سره مرکه * رساله سخن شناسی – ښاغلي ډاکټر سيد خلیل الله هاشمیان * کرزی صیب د اساسی قانون څخه سرغړونه کوی – ښاغلي لاروی * ۱۷۴۷ باز تولد یک کشور کهن * ادبي مرغلرې او نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی برخه کې افغان رساله / Afghan Post - ټورنټو - کاناډا تیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) بريښنا لیک afghanpost@rogers.com ويب پاڼه www.afghanpost.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هغه درک هغه خرک (دنجیب الله پیمان لیکنه)", "output": "ښه مې یاد دی چې د پاکستان د کډوالۍ پر مهال په اووم ټولګي کې وم او د ټولګې په مینځ کې مو غټې، غټې تیرې تیرې تیږې پرتې وې او برسیره پرې ترپالونه هوار وه او موږ پرې درسونه ویلې.خدای مې دې غاړه نه بندوي فکرکوم په شپږم ټولګي کې وه چې د تفسیر استاد مولوي صاحب سعادت خان ټولګي ته راننوت او موږد ژمي د یخني له امله په ټولګي کې د پخو شويو غنمو او ورسره د بنګو پخې شوې دانې خوړې. استاد راغی دتفسیر درس یې پیل کړو خو موږ بیاهم له استاده په پټه همدا د بنګو دانې خوړې یو و خت استاد د کوم تن د خولې اواز واوریده چې فکر یې شو زموږ د ټولګي اول نمره هم خوله ښوریده، استاد وویل چې ټول قران شریفونه پټ کړی او یوه ډیره ضروري خبره ده موږ ویل ښه ده، نو د تفسیر استاد دا درې ژبې شعر چې نه پوهیږم د کوم شاعر دی وویل :کسی راکه پیرش ګمراه بود ـــ مریدش کی براه خدا بودنو په سرکې یې د ټولګي اول نمره ته مخ واړوه او ورته وی ویل چې ته دا کار کوي نو لدې نورو هلکانو څه ګیله ده. راځم اصلي خبرې ته او هغه داچې تیره ورځ ولسمشر په داسې حال کې خپله کابینه اعلان کړه چې که رښتیا راباندې وایې خپله خو مې هغه د بعضې خلکو خبره دوه سترګې ورته څلور شوې، خو کله چې کابینه اعلان شوه یو ځل بیا هغه درک او هغه خرک وو. په هرصورت فکر کوم دغه کابینه خو د افغانستان ولس ته په هیڅ صورت د منلو وړنده، خو نه پوهیږم چې په اړه به یې د نړیوالو غبرګون څه وي بله داچې پدې کابینه کې کوم د پام وړ بدلون هم نه تر سترګو کیږي، اوکه رښتیا راباندې وایي تر تیر ځل هم بدتره شوې ده.او فکر کوم ټول وزارتونه د کرزي صاحب د ژمنې سره سم هغه جنګسالارانو ته ورکړل شویدی چې ده ورسره د انتخاباتي منډو ترړو پر مهال ژمنې کړې وې. بله خبره چې تر ټولو ډیره مهمه ده هغه داچې ولسمشر کرزي د دوهم ځل ټاکل کیدو وروسته د لوړې د مراسمو پر مهال ژمنه کړې وه چې فساد په له مینځه وړي، کار به اهل کارته سپاري او افغانستان به د ترقي او تعالي په لوربیایی چې نړیوالې ټولنې هم ترې د غه غوښتنې لرلي دی، خو اوس چې سړی د ده کابینې ته ګورې فکر نه کوي چې پدې ګیدړانو هغه زمري ښکار کړي چې ده یې د نیولو ژمنه کړې وه. بله داچې د نوې کابینې غړي چې ډیری یې پخواني وزیران دی او یو دوه یې له یو ځای نه بل ځای ته بدل شوی، تر دوه درې وزیرانو پرته یو یې هم د وزارت لیاقت او کفایت نلري، ځکه یو خو دا هغه کسان دي چې له څارنوالۍ سره دوسیې لري، او بله داچې کاري وړتیا نلري، پدې مانا چې دغه کسانو هیڅکله هم د خپل وزارت پرمختیای بودیجه نده لګولې، او نه یې کوم د پام وړ پرمختګ کړی. بله داچې کله چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت په فعالیت پیل وکړ، افغانستان د نړۍ په په کچه د مخدره موادو په تولید کې لومړی مقام وګاټه! دا یوه بیلګه ده ټول یې همداسې درحساب کړه ، بله داچې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لپاره چې کوم وزیر غوره شوی ښاغلی مخدوم رهین یادوم نور کارونه خویې پر ځای پریږده داسې یوکس دی چې د ولسي جرګې غړو ترې د باور رایه واخیسته خو پرون یو ځل بیا د همدې جرګې په مخ کې ولاړو .بس څه سر به مو خوږوم هریو یې همداسې درحساب کړه. نه پوهیږم چې ولسمشر یې په څه موخه بیا ولسي جرګې ته ورپیژني؟ بله داچې (اوبه له پاسه خړې دي) او د کابینې خوبونه خو هغه مهال د خلکو په خیالونو کې له خاورې سره خاورې شول، چې ولسمشر کرزي محمد قسیم فهیم د لومړي او محمد کریم خلیلي د دوهم مرستیال په توګه وټاکه. اوس راځم دیته چې ګیله له خپلو کیږي، او خپل چې موږ یې بولو هغه خو په ولسي جرګه کې د ملت استازي دي چې په کلونو، کلونو نه ورسره وینو، بس که کومه ورځ یې د تلویزون په مخ ووینو، خو بیاهم د ولس یواځنۍ هیله همدا وکیلان دي. وکیلان باید وزیرانو ته د رایې ورکولو پر مهال له جدي غور نه کار واخلي او داسې کسانو ته د باور رایه ورنکړي چې د ملت ګټو ته ژمن نه وي. خو فکر نه کوم چې دا وړئ هم شړي نشي، ځکه وکیلانو به لا وړاندې د وزیرانو دعوتونو ته لبیک ویلی وي، خو د خوښۍ ځای دادی چې دا ډول کسان د ګوتو په شمیر دي او د ملت په درد مین او رښتیني استازي هم پکې شته، چې د هیواد او ملي ګټو لپاره ژمن وزیرانو ته د باور رایې ورکړي، نه داسې وزیرانو ته چې د لسمشر کرزي له لورې ولسي جرګې ته ورپیژندل شوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اسفنديار:مځکه هغه سوزي هر چې اور ورباندې بل وي", "output": "د سوات په حقله اولس اؤ واړه سياسي ګوندونه زمونږ په شا ولاړ دي ـ اسفنديارولي خاند عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر ښاغلي اسفنديارولي خان وئيلي دي په مالاکنډ کښې دنظام عدل دنفاذ دخبرې نه د په شاکېدلو سوال نه پېدا کيږي ـ د امن قيام زمونږ مرام دئ ـٌ مونږ په پښتنه مځکه امن غواړو ـ اؤ ددې لپاره راباندې قام باور هم کړئ دئ ـ نو ځکه مونږ نشو کولی چې د ناټو يا نورو قوتونو په وېنا د امن د کوششونو نه لاس واخلو ـ ٌ دوئ هغه بله ورځ د ګوند د وژل شوي ايم پي اې عالم زېب خان کور ته د دعا لپاره ورغلي وو اؤ هلته ئې د خبريالو سره خبرې کولې ـ عالم زېب خان تېره اوونۍ د پېښور په يوه بمي چاودنه کښې شهيد شوئ وۀ ـ ویل کیږي چې دا بم هم دوئي ته ايښول شوی وۀ ـد ناټو د وياند په دې خبره چې هغوئ په دې امنيتي لوظنامه فکرمند دي ، اسفنديارولي خان وئيل چې خپله زمونږ قام پرست ګوند د خپل قام اؤ مځکې د ساتنې اؤ پا� �نې لپاره د هرچا نه زيات فکرمند اؤ ارزومند دی ـ نو ځکه مونږ دا پروا نه لرو چې څوک د امنيت په حقله زمونږ اقدام اتو ته په کومه سترګه ګوري ـ دوئ زياته کړه چې د نظام عدل ريګولېشن ٢٠٠٩ء نفاذ دمالاکنډ د اولس په غوښتنه شوئ دئ ـپه قامي اسمبلۍ کښې د خارجه چارو دکمېټۍ چيئرمېن اسفنديارولي خان وئيل چې ددوئ ګوند به د ام نيتي معاهدې مطابق د نظام عدل نفاذ کوي اؤ دغه رنګ به د خپلې پارټۍ د هغه امن منشور پله عملي ګامونه اوچتوي ، کوم چې عوامي نېشنل ګوند دچاڼ په وخت پښتون قام ته وړاندې کړی وۀ اؤ په دغه اساس پرې قام باور کړی و ـاسفنديا� �ولي خان ددې معاهدې په ناقدينو هم سخت ټکونه اوکړل ـ ده وئيل چې دا هغه خلق دي چې په اسلام اباد اؤ لاهور کښې ناست په مونږ د الفاظو ډزې کوي ، اؤ شايد چې دوئ به تر اوسه سوات ليدلے هم نه وي ، نه ورته د سوات د اولس احساسات معلوم دي ـ اؤ مزکه هغه سوزي چې اور پرې بليږي ـ ٌ زه ځان د هرچانه زيات لبرل ګڼم ، خو مونږ په خپله خاوره امن غواړو ، اؤ ددې لپاره مونږ د خبرو اترو په لار هره چاره په کار راولو ـ ٌٌ لکه څنګه چې مونږ خپله په خبرو اؤ جرګو يقين ساتو نو بايد مونږ په جرګه کښې د شوو پرېکړو پالنه هم اوکړو ـ ٌددې سره سره ښاغلي اسفنديارولي خان دا هم اووئيل چې هغه به چاته دا اجازه ورنکړي چې ددوئ دغه امنيتي معاهده ګډه وډه کړي ـ د عوامي نېشنل پارټۍ س� �مشر د هغه بې شرطه ملګرتيا ستائينه اوکړه کومه چې ورسره په دې حقله ټولو سياسي ګوندونو اؤ مشرانوکړې ده ـ دوئ په دغه ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې په دې اړه دې د عالمي ورورولۍ تسلي اوکړي ، ځکه چې د امن مسئله يواځې د اې اين پې مسئله ده ـدوئي وئيل چې دا معاهده د پاکستان د ائين ترمخه شوېده اؤ په دې به دوئي خپله هم د عالمي ورورولۍ سره خبره کوي اؤ د دوئ د زړونو نه به د شک خيرے لرې کړي ـد يو سوال په ځواب کښې دوئ وئيل چې د نظام عدل � �ېګولېشن ٢٠٠٩ء مسوده لا د قانون د وزارت په غور کښې ده نو ځکه لا د پاکستان صدر اصف علي زرداري ته نه ده لېږل شوې ـ خو ده زياته کړه چې د تحريک نفاذ شرېعت محمدي د مشر مولانا صوفي محمد سره د روانو اړيکو اؤ خبرو نه صدر زرداري وخت په وخت خبر ساتلے شوېدے ـد يوې بلې پښتنې په ځواب کښې اسفنديارولي خان وئيل چې د پاکستان په ائين کښې د کمي زياتي معامله به د سېنټ د انتخاباتو نه ورستو مېنځ ته راوړلے شي ، هرکله چې په سېنټ کښې د حکمران اتحاد لاس بر شي ـ بيا هم دوئ وئيل چې په دې حقله ددوئ تياري مکمل ده ـپه دغه موقعه لږ وړاندې ښاغلی اسفنديارولي خان د عالم زېب خان د کورنۍ سره د غمرازۍ لپاره د شهيد کور ته لاړو اؤ لاس نيوه ئې اوکړه ـ دوئ د وژل شوي ايم پي اې عالم زېب خان د خدماتو ستائينه اوکړه اؤ وئيل ئې چې ټول پښتانه به ددوئ قرباني ياد ساتي ـ ده وئيل چې عوامي نېشنل پا� �ټۍ تل ددې خاورې د پالنې ، ساتنې ، ترقۍ اؤ امن لپاره قربانۍ ورکړي دي اؤ دا روايت به هم دغسې دوامي وي ـ"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "احمدي نژاد په افغانستان كې نژادي توپير ته لمن وهي", "output": "د ايران د اخوندانو رژيم چې داس� �امي جمهوريت تر چتر لاندې د اسلام په نامه جوړ شوى ، په حقيقت او ماهيت کې د اسلام روح نه تمثيلوي. دوى هم لکه د يو شمېر نورو سياسي ملايانو په څېر دين او مذهب د خپلو سياسي اهدافو د خونديتوب وسيله ګرځولى او خپل مخالفينو ته يې د دين او مذهب لا ځوابه منطق جوړ کړى او له منځه يې وړي، دين يوه داسې وسيله ده چې که هر سياسي ګروپ په پيل کې ونيوله نو د همغه شوه، او خپل مخالف پرې په اسانۍ سره وهلي او ټکولاى شي. د ايران اخوندانو هم دې او په اصطلاح اسلام جر کړى(نيولى) دى، خو په اسلام کې هم دوى ټول اسلام نه بلکې يوازې جعفري فقې يا شيعه مذهب ته ترجيح ورکوي. د ايران شيعه اخوندان غواړي په نورو اسلامي هېوادونو کې د شيعه اقليتونو له لارې خپلو مذهبي پراختيا اود هغې تر چتر لاندې خپله فاشيستي نظريه او ميله بري ته ورکوي. دوى د ايران له طبئعي منابع نه په ګټې اخيستو سره غواړي په نورو هېوادونو کې د خپلو حکومتونو پر ضد راوپاروي، دوى په لبنان، عراق، افغانستان او ځينې هېوادونو کې همدا اوس دا جنګ ګرم ساتلى او په ځينو هغو هېوادونو کې چې شيعه ګان په کې نشته هلته بيا د فارسي ژبې د پراختيا او کلتوري يوالي تر نامه لاندې خپل فعاليتونه کوي، لکه تاجکستان او منحني اسيا ځيني نور اسيايي هېوادونه ، د ايران اخوندان اصلاً غواړي د ( د فارسي ) تر عنوان لاندې يو تلويزوني چينل پرانيزي چې ايران په افغانستان کې د جهاد په کلونو کې د اهل تشيع اته بېلابېلې ډلې جوړې کړې او بيا يې د حزب وحدت اسلامي افغانستان په نامه سره متحد کړې، دا ډلې اوس کله سره بېلې او کله سره يو ځاى وي، ريموټ کنټرول يې د ايران په لاس کې دى ، راټولول او بېلول يې د ايران له خوا کېږي، القاب، تخلصونه او نومونه يې د ايران له خوا ټاکل کېږي، چاته شيخ، چاته اخند، چاته حجت الاسلام او چا ته ايت الله لقبونه او رتبې ورکول کېږي، ږيرې، تو لونګي او سليقې يې په ايران کې ډيزاينېږي او بيا افغانستان ته صادرېږي، چا ته د قم مدرسې جوړوي، چا ته ( خيابانونه) چا ته ( دان� �گاوې) او چا ته هم ( استانونه)، چاته تلويزونونه او چا ته ( کوثر) ، (نور) ، (نورين) او تمدنونه خو دا ټول داستانونه چې ګورې سر يې دلته او لکۍ يې ايران ته رسي. د افغانستان په حکومت کې هم د پاکستان ځاى اوس ايران نيولى، ايران که هر څه کوي حتى حکومت يې له ډاره امريکاييانو ته هم نه شي ويلاى، کله چې ايرانۍ وسله ونيول شي نو بيا د حکومت ځيني ايران پلوه ډنډورچيان هم وايي چې دا نو په تور بازار کې نيول شوې، له دې څخه مالومېږي چې يوازې د ايران وسله په تور بازار کې خرڅېږي او د نورو ټولو هېواودونو په ((سپين بازار)) کې. ايران اوس په هرات، بام يان، ميدان وردک، کابل، غزني، فراه، نيمروز، بلخ او نورو ولايتونو کې پراخ د مذهب تر چتر لاندې نژادي کمپاين پيل کړى، خپلو پلويانو ته پيسې، وسلې او امکانات لېږي، چې هم په حکومت او سياست کې اوهم په مذهبي چارو کې حکومتې پروسې هم را خپلې کړي، چې سبا ته د ايران د سياسي اهدافو لپاره ښه وسايل برابر شي، که د افغانستان حکومت په ملي کچه د ايران د لاسوهنې مخه ونه نيسي نو يو وخت به افغانان د ايران د هر اړخيز يرغل د دفعې او رفعې � �پاره ډېر زياته قرباني ورکړي او د شوروي تر يرغل به هم افغانستان ته په زيات او درنه بيه پ� �يوزي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهرات په پوهنتون کي څلور شرابیان ونیول سول .", "output": "تېرې جمعې په ورځ دهرات پوهنتون په لیلیې کي څلور محصلین په دولسو بجو دهمدې پوهنتون دمحصلینو لخوا په بلفعل ډول د شرابو دڅښلو په وخت ونیول شول . دهرات په پوهنتون کي تېرکلونو هم ورته کړني ترسره سوي وې ، خو دالومړی ځل دئ ، چي دا ډول کسان نیول کیږي او دمحصلینو په وینا محاکمه کیږي . دلیلیې د محصلینو په وینا دوی کولای سوای چي څلورواړه کسان ددولت و منګلو ته وسپاري ، خو دولت بېله داچي کومه سزا ورته ورکړي ، خوشي کوي ئې .نو دهمدې لامله دلیلیې محصلینو تېره شپه محاکمه پيل کړه ، او څلور و کسانو څخه ئې لاسلیکونه واخیستل چي بیا به داناوړه کړنه نه ده ترسره کوي . ددې ترڅنګ ۴ واړو کسانو ددې ژمنه وکړه، چي پنځه وخت لمونځ به د پوهنتون په جومات کي په جمع کوي او خپل ځانونه به د پاک دین پر اساس برابروي . تردې مهاله دهرات پوهنتون رسمي چارواکو ددې محصلینو په هکله دڅه ویلو څخه ډډه کړې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارزګان کې ٤٥ تنه طالب جنګيالى وژل شوي", "output": "د ائيتلافى ځواکونو په خپرو شوو پاڼو کې ويل شوي چې د ارزګان مرکز ترينکوټ ته نږدې د بلوچې سيمه کې يې پرون د بريد په ترځ کې ٥ تنه او د شهيد حساس ولسوالۍ د خوددرې سيمه کې ٤٠ تنه طالب جنګيالى وژلى دي . په پاڼو کې ادعا شوي چې ولسى وګړو ته زيان نه دى رسيدلى او د طالب جنګيا� �يو ټولن ځاى يې له مينځه وړى دى .په پاڼه کې منل شوې چې يو امريکايى عسکر ټپى شوي دي.د ايئتلافى ځواکونو د ادعا په اړوندد طالب ډلې وياند تر اوسه څه نه دي ويلي . دغه بريدونه د (غرني ضربى )د عملياتو له مخې تر سره شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې (۱)", "output": "مکمل غیر سیاسي: ایا زمونږ اوسنې حال خو همداسې نه دې! د التمش لیکنه: دایمان پلورنکوداستانمړې برخه د ښځې او ایمان تر منځ هڅې او هاند: او کله چې ذکویي د سلطان ایوبي خیمې ته ولاړ:[ته د مرغانو سره خپل زړه خوشح الوه، عسکري د هغې چا له پاره ، چی په ښځو او شرابو یې زړه ورکړې وی،ډیره خطرناکه � �وبه ده ]دا ټکي سلطان صلاح الدین ایوبي په ۱۱۷۵ زیږدیز کال خپل د کاکا زوې خلیفه الصالح او د هغې یو امیر سیف الدین ته لیکلي و. دغه دواړو وګړو په پټه د صلیبي ځواکونو څخه د شتمنیو ( د زرو او جواهراتو) د ترلاسه کولو په خاطر او د سلطان صلاح الدین ایوبي د ځپلو او هغه ته د ماتې د ورکولو په خاطر یو سازش جوړ کړې و. صلیبیانو هم همداسې غوښتل، هغوې یرغل وکړ، الصالح او سیف الدین د هغوې ملاتړ وکړ. خو سلطان صلاح الدین د الصالح او سیف ا� �دین په ګډون صلیبیانو ته ماتې ورکړه . امیر سیف الدین خپله شتمني او پانګه پریښووه او و تښتید، د هغې دخیمې څخه ډول ډول الوتونکي مرغان ، خایسته او ځوانې نځونکې نجونې ، سندرغاړي ، د موسیقي الآت ، او د شرابو ستر ستر منګي تر لاسه شول . صلاح الدین ایوبي ټو� � الوتونکي ، نځونکي، سندرغاړي او دهغوې د موسیقي غږونکي ډمان پریښوول او امیر سیف الدین ته یی په دی عنوان یو لیک انځور کړ:[تاسې دواړو د کفارو په ملاتړ زما د نوم و نښان د ورکولو ناپاکه هڅې و کړې خو دا فکر مو نه و کړې چې ستاسو دا سازښ به د اسلامی امت نوم او نښان هم له منځه یوسي. که چیرې تاسې له ماسره کینه درلوداې نو زه به مو وژلې واې، تاسې تر اوسه پرما دوه ځلې وژونکې یرغلونه کړې دي خو په دواړو کی ناکام شوي یاست اوس یوه بله هڅه وکړئ او ووینئ ، که چیرې تاسې م اته دا ډاډ را کړئ چی زما د تن څخه زما د سر په لریکیدو سره اسلام به نور هم ډیر هسک شي نو د کعبې په پالونکي می سوګند چی زه به ستاسې په تورو خپل سر له تنې پ� �ې کړم . او ستاسې په پښو کی به یی د ایښوولو وصیت وکړم . زه تاسې ته همدومره ویل غواړم چی هیڅ نامسلمانه د مسلمان دوست نه شي کیداې . تاریخ ستاسې تر مخ دې خپل پخوانې تاریخ ووینئ ، د شاه فرینک او ریمانډ په څیر د اسلام ستر صلیبي دښمنان پدې خاطر ستاسې دوستان ګرزیدلي چې تاسې د مسلمانانو پر خلاف په ډګر کی دهغوې مرسته کړې ، که چیرې هغوې برې موندلې واې نو بیا به د هغوې بل ښکار تاسې په خپله واست او دهغې د وروسته به دهغوي دا خوب هم پوره شوې واې چی اسلام د نړۍ د مخې څخه پاک کړي.تاسې د یوه غښتلی نو میالي قوم وګړی یاست ، د عسکریت هنر ستاسې قومي دنده ده ، هر مسلمان د الله سپاهی دې ، خو ددې له پاره ایمان او عمل بنسټیز شرط دې . ته یواځې د الوتونکو سره خپل زړه خوشحالوه ، عسکریت د هغه چا له پاره یوه خطرناکه لوبه ده چی په ښځو او ش� �ابو یې زړه ورکړې وي . زه له تا نه غوښتنه کوم چې له ماسره بسپنه وکړه ، او زم ا سره په جهاد کی ګډون وکړه ، او که چیرې دا نشې کولاې نو زما د مخالفت څخه � �اس واخله ، زه تاته هیڅ ډول سزا نه درکوم. الله دی ستاسې ګناهونه وبښي .(صلاح ا� �دین ایوبي)][یو اروپایي تاریخ پوه ( لین پول ) لیکي چې : د صلاح الدین ایوبي لاس ته چی دغنیمت څومره مال تر لاسه کیده د هغې حساب نه و . جنګي بندیان هم د شمیره وتلي و. صلاح الدین ایوبي د غنیمت ټوله شتمني په درې برخو وویشله . یوه برخه یې په جنګي بندیانو وویشله او هغوي یې ازاد کړل . دوېمه برخه یې په خپلو فوځیانو او غریبانو وویشله او دریېمه برخه یې د نظام الملک مدرسې ته ورکړه . هغه پخپله هم په همدې مدرسې کی زده کړه کړې وه. نه یې پخپله څه و ساتل او نه یې خپل کوم جرنیل ته څه ورکړل ، ددې ویش پایلې دا شوې چی د جنګي بندیانو زیاته برخه که مسلمانان ول او که غیر مسلمان ، ټول د صلاح الدین ایوبي په پڼډ غالي کی را ټو� � شول او د هغې داطاعت په منلو سره یې د هغې په فوځ کی خپل خدمات پیل کړل . د ایوبې لویوالې او سترتوب تر لرې لرې ځایو پورې مشهور شو. ]ددې تر مخه د حسن بن صباح (پټې ډلې ) فدایانو ، چی اروپایي تاریخ پوهانو د وژونکو په نامه یاده کړي ده، په صلاح الدین ایوبي باندې دویم ځلي وژونکې یرغل کړې و خو د سترپالونکي اراده ددې ستر مجاهد څخه ډیر زیات کار اخستل ول نو په دې خاطر په دواړه ځلو کې یوه م عجزه را څرګندیده تر څو د اسلام دا ستر محافظ ژوندې پاته شي . پر هغې دریېمه وژونکي حمله هغه وخت تر سره شوه چی هغې د خپلو مسلمانو ورونو او صلیبیانو د سازښت غرونه د خپلی تورې په واسطه ټوټې ټوټې کړي ول. امیر سیف الدین د جنګ له ډګر څخه تښتیدلې و. خو هغه د صلاح الدین ایوبي پر خلاف د حسد او کیني په � �مبو کی سوځیده . هغې د حسن بن صباح د وژونکې ډلې مرسته تر لاسه کړه ، دا ډله د یوې اوږ دې مودې را هیسې د اسلام په لستوڼې کی د مار په څیر را ټوکیدله چی پوره ډاګیزه کول یی ډیر اوږود وخت ته اړتیا لري ، خو لنډه دا چی لکه څنګه چې زمکه د لمرد وړانګو څخه په لرې کیدو سره د ګناهونو زانګو ګرځي، نو په همدی توګه حسن بن صباح نومي وګړې هم د اسلام څخه په جدا کیدو سره د نبیانو او پیغمبرانوپه څیر د سترتوب د ترلاسه کولو پروګرام تر لاس لاندې و نیو. هغه خپله ځانته مسلمان ویلې او داسې یوه ډله یې جوړه کړه چې په جادو ډوله تو ګه یی خلک خپل پیروان ګرځول ، ددې موخې د تر لاسه کولو له پاره دې ډلې ډیری ښکلې نجونې ، نشه راوړونکې بوټي ، د هپنټیزم (Hypnotism ) او غوړه مالۍ په څیر لارې یې خپلی کړې ، داسې په اصطلاح جنتونه یې جوړ کړل چی ه� �ته پر ورتللو سره تیږي هم ویلې کیدې. هغوې د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو له پاره د وژونکو یوه ډله جوړه کړه ، د وژلو لارې چارې ډیرې پټې ترسره کیدې ، ددې ډلې وګړې دومره چالاکه ، زیرکه او نه ویریدونکي ول چې د کالیو او ژبې په بدلون به د سترو سترو جنرالانو ساتونکي ګرزیدل. او کله به چی په پټه توګه کومه وژنه تر سره کیده نو د وژونکو پل به هم چا نه شو موندلاې . لږده موده وروسته دغه ډله د « وژونکو د ډلې » تر نامه لاندې مشهوره شوه. دا وګړې د سیاسي وژنو ماهرین ول، دوې به د ښایسته او ښکلو نجونو په لاسو د شرابو په پیالو کې زهر هم په خپلو ښکارونو باندې څکول . تر ډیرې مودې پورې دغه ډله دهمدې موخو له پاره کارول کیده. چی کارکونکو ته یې «فداییان » ویل کیدل. صلاح الدین ایوبي ته نه دغه ښکلو نجونو دوکه ورکولاې � �وه او نه شرابو . هغه ددغې دواړو څځه کرکه کوله. د هغې د وژلو له پاره یواځی هم دا یوه لاره وه چی پر هغې وژونکې برید وشي . خو د هغې د ساتونکو تر مخه پر هغې باندې دا ډول برید هم اسانه کار نه و . ددې تر مخه دوه یرغلونه ناکامه شو ې ول . اوس صلاح الدین ایوبي ته ددې امید پیدا شوې و چی د هغې د کاکا زوې الصالح او امیر سیف الدین به د ناکامۍ او ماتې وروسته توبه ویستلې وي ، خو هغوې د بدلې اخستلو یو بل تر زمکې لاندې کوښښ وکړ. صلاح الدین ایوبي هم د خپلو بریاو د جشن د لمانځلو پر ځاې خپلې فوځې بریاوی جاري و ساتلې او په څور نورو کلیو باندې یې هم ولکه ومونده . په دې نوو سوبو کی د غازه تر نامه لاندې مشهور کلې هم و . ددې سیمې په چاپیریا ل کی یوه ورځې صلاح الدین ایوبي ، دامیر جاوا� �اسدي په خیمه کې د غرمې د خوب له زوره سست شوې و، خو هغه پګړۍ یی چی د جنګ په � �ګر کی یې د لمر د تودخې او ددښمن د تورې څخه د سر د ساتلو په خاطر د تل له پاره په سر ووله ، له سره نه وه ښکته کړې . د خیمې څځه باهر د هغې د ساتونکو ډلی په پوره بیدارۍ سره � �تون درلود. د ساتونکو ددې ډلې مشر د لږ څه وخت له پاره دهغې ځاې څخه ولاړ . یو ساتونکي د صلاح الدین ایوبي د خیمې د را پریوتو پردو څخه د خیمې دننه حا� �ات و کتل ، ګوري چی د اسلام د عظمت د سالار سترګې ورغلي هغه مخ په شا پ� �وت ویده و . دغې ساتونکې د بل ساتونکې په لور و کتل ، دډلې څخه درې نورو ساتونکو هم ددغې ساتونکې په لور و کتل ، ساتونکې خپلې سترګي بندې او خلاصې کړې ، هغه دوه درې کسه ساتونکي پورته شول او نور ساتونکي یې په خبرو مشغول کړل . دغه ساتونکې خیمی ته ولاړ ، د خپل ملابند څخه یې توره را وویستله ، په ډیره سوکه توګه د صلاح الدین ایوبي په لور ور روان شو، او د چیتا په څیر یې په بیده صلاح الدین ایوبي باندې توره را وویستله ، کله چې دهغې د تورې � �اس پورته شو نو صلاح الدین ایوبي هم یو اړخ بدل کړ، دا نشي ویل کیداې چی ساتونکې په کوم ځاې باندی ګذار کاوه. په زړه یا په سینه ، خو پیښه داسي شوه چی خنجر د صلاح الدین ایوبي د پګړۍ په پاسنۍ برخه کی ور ننوت چی د هغې د سر څخه یې د یوه ویښته په اندازه لر یوالې درلود، پګړۍ د سر څخه پریوته . صلاح ا� �دین ایوبي د برق په څیر را پورته شو ، هغه ته دا ستونزمنه نه وه چی و پوهیږي چی څه کیږي ؟ ددې د مخه پر هغه دغسي دوه نور بریدونه هم شوي ول . هغه پر دی هم حیران نه شو چی یرغل کونکي د هغې د ساتونکې په هغوکالیو کي پټ دې چی هغې پخپله د هغوې له پاره تیار کړي و. هغې د ساه اخستو په اندازه وخت هم له لاسه ورنکړ، یرغل کونکي د هغې د پګړۍ څخه دخپل خنجر د ویستلو په هڅه کې و او ایوبي لوڅ سر ولاړ و. هغه د یرغل کونکي مخ په یوه ځواکمن سوک سره وواهه ، دهغې د مخ د هډوکو د ماتیدو اواز پورته شو. د یرغل کونکې ژاملې ماتې شوې وې . شاته پریوت او دخولې څخه یوه لړزونکې چیغه ووته ، د هغې خنجر د صلاح الدین ایوبي په پګړۍ کی بند پاته شو، صلاح الدین ایوبي خپل خنجر را وویست ، په همدې وخت کی دوه نور ساتونکې به منډه خیمی ته را ننوتل ، دهغوې په لاسو کی تورې وې ، ء صلاح الدین ایوبي هغوې ته وویل چی دا ژوندې و نیسئ ، خو هغوې دواړو هم په ایوبي باندې را کښیښوده ، صلاح الدین ایوبي د یوه خنجر په واسطه ددواړو تورو مقابله و کړه چی نژدی یو دوه دقیقې روانه وه، ځکه په دی وخت کی ټول ساتونکې خیمی ته را ننوتلي ول، صلاح الدین ایوبي هلته ډیر حیران پاته شو چی ویې کتل چی خپل ساتونکې یې په خپلو منځو کی په دوه ډلو ویشل شوي دی او یو د بل وینې تویوي . خو څرنګه چې هغه ته د انه وه معلوم چې په دوې کې دښمن څوک دې او دوست څوک ، نو په دې اساس یې په دې جنګ کی ګډون و نه کړ.د لږ ځنډ وروسته کله چې د ساتونکو څخه یو څو د زمکې خلي شو� � او یو څو نور په تیښته و تښتیدل او یو شمیر نور د زخمی کیدو وروسته بې حاله پراته وول نو دا ورته بربنډه شوه چې په هغې ډله کې چی د سلطان صلاح الدین ایوبي دخوندي ساتلو ماموریت یې درلود، اوه کسان یې «فداییان » و، چی غوښتل یې صلاح الدین ایوبي ووژنې. هغوې ددې کار د ترسره کولو له پاره یواځې یو فدایې خیمی ته استولې و . خو کله چې دننه په خیمه کی حالات بدل شول نو هغه پاته نور هم و� �ننوتل ، اصلی ساتونکې هم خیمی ته ور ننوتل هغوې سمدستې پوه شول او صلاح ا� �دین ایوبي د وژونکې یرغل څخه خوندي پاته شو . هغه د لمړي یرغل کونکي په � �ارګ باندې د توري څوکه کښیښوه اوترې ویې پوښتل چی څوک دې ؟ او چا � �ا استولې دې ؟ په ریښتیا ویلو سره صلاح الدین ایوبي د هغې د ځان د بښنې و عده وکړه . هغه ورته وویل چی فدایي دې او د کیمیشتکن ( چې یو شمیر تاریخ پوهانو د ګم� �تګین په نامه یاد کړې ) لخوا دلته ددې کار له پاره راستول شوې. کیمیشتکن د الصاح د یوې سیمې والي و"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "حزب اسلامي گوند وایي له دولت به ملاتړ کوي.", "output": "په کابل کې دحزب اسلامي گوند دسیاسي کمیټې دناستې پرمهال ددغه گوند مشرانو دیوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل چې دغه گوند غواړي خپل ب� �پړ ملاتړ دولسمشر کرزي له دولت څخه وکړي. دحزب اسلامي گوند دشورا یوه غړي فضل محمد ابراهیمي په لیکل � �وي پریکړه لیک وویل چې حزب اسلامي گوند دولت ته لاندې مشورې دچارو دلا ښه والي لپاره ورکوي. ملي یوالي ته دې دولت ژمن شي او عملي گام دې واخلي ټولې ډلې دې په واک کې ورگډ شي. هڅه دې وشي ملي اردو او ملي پولیس په خپ� �و پښو ودرول شي ترڅو بهرنیو ځواکونو ته دپاتې کیدو پلمه پاتې نه شي. خپرونې دې په ملي اوعقیدوي لح اظ وي. دحزب اسلامي گوند یوه مشر جانباز سرفراز بینوا ویبپاڼې ته وویل چې له دوه نیم کاله هلو ځلو وروسته دغه گوند وکولای شول دعدلیې وزارت څخه رسمي اجازه واخلي نوموړي وویل عدلیې وزارت ورته څو ځله ویلي وه چې دحزب اسلامي نوم بل کوم نوم ته واړوي. ښاغلي جانباز وویل اوس یې گوند سیاسي بڼه لري له نظامي چارو تیر شوی له ښاغلي گلبدین حکمتیار سره اړیکه نلري او نه پوهیږي چیرې دی. ښاغلي جانباز دا هم وویل چې دجهاد دکلونو وتلې ددې گوند ورځپاڼه شهادت به په نیږدې راتلونکې کې خپره کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کابل – کندهار پر لویه لاره د روزل شویو پولیسو ټولګي ځای پر ځای شول", "output": "اسحاقزۍ د کابل- کندهار پر لویه لاره د روزل شویو پولیسو پینځه نوي پوستې ځای پر ځای کړای شوې. دغه ټکی د جنوب ختیځ زون د پولیسو ویاند څرګند کړ. نوموړي وویل چې دغه پوستې له غزني ولایت څخه پیل بیا د زابل ولایت پورې د دې لوې � �ارې په یو شمیر سیمو کې ځای پر ځای کړای شوي دي. دغه ګام وروسته تر هغه پورته کیږي چې پر دغه لویه لاره د مخا� �فینو فعالیتونه او د لوټمارانو شوکې زیاتي شوي دي او مسافر تل شکایتونه کوي.دولت د دغو پولیسو په دنده ګمارل د کابل – کندهار د لویې لارې د امنیت لپاره مهم کار بولي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نړۍ تر ټولو ستر تیلسکوپ فعال شو( رپوټ)", "output": "د نړۍ تر ټولو ستر تیلسکوپ فعال شو( � �پوټ) میرویس جلالزی د جی تي سي په نامه د نړۍ تر ټولو ستر تلسکوپ چې د هسپانیې د قنارې ټاپو ګانو په لوړه څوکه ایښودل شوی د فزیک پوهانو له څو کلنو هڅو وروسته فعال شو. څیړونکو دغه تلسکوپ د ستورو، کهکشانونو او نورو سماوې موجوداتو د دقیقې مطالعې او لید لپاره فعال کړی دی. د نشنل جیوګرافیک چینل په رپوټ چې دغه تلسکوپ د نړۍ په کچه د خپل ډول لومړی ستر تلسکوپ دی چې تیره ورځ د هسپانیې د پادشاه خوان کارلوس له لوري فعال او ګټې اخیستني ته وسپارل شو. د دغه تلسکوپ د جوړولواو نصب په چارو ۱۸۰ ملیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی چې اوس به ترینه د هسپانیې په ګډون د مګزیک او ف� �وریدا ایالت ستور پیژندونکي هم ګټه اخلي. د جي ټي سي تلسکوپ داسي ترکیبې آینه لري چې وسعت یې ۱۰اعشاریه ۴ متره ته رسیږي . نشنل جیوګرافیک چینل رپوټ ورکړ هغه څوکه چې پکې دغه تلسکوپ ځای پر ځای کړای شوی د سمندر له سطحې ۲۴۰۰ متره لوړ ده. هسپانیوې او امریکایې محقیقین وای چې دوي تمه لري د جي ټي سي په مرسته د کهکشانونو او ستورو د پیدایښت او مړینې په اړه داسي معلومات تر لاسه کړي چې تر اوسه له نړۍ څخه پټ پاتې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مایکل جیکس مړینې د افغانو اوښکې وبهولي", "output": "د مایکل جیکس مړینې د افغانو اوښکې د میرویس جلالزی لیکنه ۳۶ کلنه مرضیه د کابل د شهرنو په پارک کې له خپل خاوند سره د جمعې د و� �ځي په رخصتۍ د یو څو خوشهاله شیبو د تیرولو لپاره د صبر د یوې جګې ونې لاندې په چوکۍ ناسته ده. نن د کابل هوا ډیره توده ده، او دغه پارک ته په سلګونو کسان راغلي دي. مرضیه وایې چې یوازی څو ساعته دمخه د آرمان اف ام راډیو له لارې د پاپ موسیقۍ د سلطان مایکل جنسکن په نا به هنګامه مړینې خبره شوي ده. مرضیه وایې : (( د مایکل مړینې سخته خواشیني کړي یم، څیره یې تل را په یادیږي او د هغه مړینه د پاپ م وسیقۍ په ډګر کې یوه نه هیریدونکي او تل پاتې خاطرده)). د پاپ موسیقۍ د سلطان، ۵۰ کلن مایکل جیکسن د مړینې خبر د جمعې په سهار په ناببره توګه خپور شو او د نړۍ په کچه یې د هغه د سندرو او دموسیقۍ د مکتب په سلګونو زره مینه وال غمجن کړل. د افغانستان اوسنی ځوان کول که څه هم د مایکل جیکسن له سندرو سره چندان ع� �اقه نه نه لري خو میرمن مرضیه بیا وایې چې له ۱۶ کلنۍ را پدې خوا په مواتره توګه د مایکل جیکسن سندري او البومونه تعقیبوي او وخت ناوخت د جیکسن نوي البومونه ورته د هغې یوه خور را لیږي چې په امریکې کې اوسیږي. مایکل جیکسن د ۹۰مې لیسزې پر مهال په افغانستان کې ډير شهرت درلود خو وروسته وروسته بیا چې کله د بالیوډ سینما مینه وال په افغانستان کې ډیر شول نو ډیری افغانانو د غربي موسیقۍ د اوریدلو پر ځای د هندي موسیقۍ اوریدلو ته مخه کړه. نن صبا د پلازمینې کابل او نورو لویو وړو ښارونو په هوټلونو، مغازو او رسټورانټونو کې هندي موسیقۍ ډیره چلیږي نه غربي. په افغانستان کې د مایکل جیکسون د سندریز سبک پلویان او د هغه د آواز مینه وال وایې چې دوي به هیڅ کله هم جیکسن هیر نه کړي، ځکه نوموړی ډیر مشهور او د افسانوي غږ درلودونکی سند� �غاړی وو. د افغانستان په څير یوه دود پاله هیواد کې چې زیاتره کورنۍ پکې غربي سندرو ته په سپک نظر ګوري دا عجیبه خبره ده چې په یوه تفریحي پارک کې یوه ځوانه ښځه د مایکل جیکسن په یادونو پسې اوښکي تویوې. مرضیه چې وایې تر اوسه یې مایکل جیسکن له تلویزیوني پردې پرتله بل چیري نه دی لیدلی خو هیله یې لرله چې یو ځل د هغه په ژوندي کنسرټ کې برخه واخلي لیکن اوس یې په خدای سوګند یاد کړ چې د موقع د برابریدو په صورت کې به حتمي او ظروري د مایکل جیکسن قبر ته ورځي او د ګلانو ګيډۍ به پرې ږدي. د افغانستان رسنیو د مایک جیکسن د مړېنې خبر تر پراخ پوښښ لاندي ونیوه. د طالبانو د حکومت له پرزیدو وروسته افغانستان د انټرنیټي او ټلیفوني سیستمونو له لاري له نړیوالي ټولني سره ډیر نږدې شوی او د نړۍ په هره برخه کې واقع شوي پیښه په ډیره چټکۍ او له ځنډ پرته تر افغاني رسنیو پوري را رسیږي. طلوع، آریانا او شمشاد خوصي ټلویزیوني چینلونو په خپ� �و څو خبري ساعتونو کې د مایکل جیسکن د میړني خبر څو څو ځلي خپور کړ او د مایکل جیکسن د م ړینې د خبر په اوریدو سره د هر هغه افغان په ذهن کې چې د مایکل د ژوند په اړه یې معلومات لرل مثب او منفي انځورونه را برسیره شول. د مرضیې په څير ځينو نجونو خو یوازي د مایکل جیکسن د ژوند په مثبت اړخ فکر کاوه خو ځينو افغانانو بیا په مایکل جیکسون هغه وروستي لګیدلي تورونه یادول چې نوموړی یې له سختې ټو� �نیزې بي اعتبارۍ سره مخ کړی وو. په تیرو پینځو کلونو کې په جیکسون داسي داسي تورونه لګیدلي ول چې ګواکي له کم عمره ماشومانو سره یې ناوړه جنسي اړیکي نیولي او دغو تورونو نوموړی تر ډیره بریده په عام محضر کې له را څرګندیدو منع کړی وو. د بینوا ویب سایت درنو مینه والو که څه هم د مایکل جیکسن د مړینې اصلي لامل د هغه د زړه دریدل په ګوتو شوي خو دا به وروسته روښانه شي چې د پاپ موسیقۍ دغه سلطان په قصدي � �ول او که یا هم په طبیعي مرګ خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دتورتم لاسونه", "output": "دتورتم لاسونه څومره اوږد ه شول څومره پا خه څومره پيا وړ ي د ا د تور و شپو دتور تمو لا سونه زما د كلي په كو څو كي په محراب دمسـجدو كي په حجر و د پښتنــو كي بلي ډيوې د زړه په وينو به تر ځو په تو رو كاڼو باندي ولي *"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د آسیا د المپیک شورا مشر له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه", "output": "میرویس جلالزی د آسیا د المپیک د شورا مشر شیخ احمد صباح افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان د المپیک د ملي کميتې له چارواکو سره د ورزشکارانو لپاره د دوو لوب ځایونو د جوړولو ژمنه وکړه.نوموړی په افغانستان کې د ورزشي حالت د جاج اخیستلو لپاره تیره اونۍ افغانستان ته را رسیدلی دی.ویل کیږي دغه دوه ودانۍ چې د آسیا د المپیک شورا په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړیږي یوه یې نجونو ورزشکارنو ته د لوب ځای لپاره ځانګړي شوي او دوهمه یې هم د م لي المپیک کميټې ته نژدې جویږي چې پکې به بیلا بیلي لوبډلي لوبي کوي.د یادولو وړ ده چې افغانستان په دې ورستیو کې د آسیا د المپیک شورا غړي توب تر لاسه کړی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پرويز مشرف : په حامد كرزي ډير په غوصه يم", "output": "جنرال پرويز مشرف پرون د امريكا له ( سي ، بي ، اس) ټلويزيون سره د خپلي مركي پر مهال د افغان ولسمشر هفته تورونه رد كړل چې وايې پاكستان د خپلو سرحدي سيمو په كنټرول كې او د ترهګرو په وړاندي جګړه كې پاتي راغلى . مشرف وويل: اسلام آباد د نړيوال ترهګرۍ په وړاندي جګړه كې د امريكا يو له هغو ملګرو څخه دى چې په سلګونو سرتيري يي په دي لاره كې له لاسه وركړي . هغه د حامد كرزى څرګندوني له غلط پوهاوي ډكي وبللي . په دي اړه تر اوسه د ولسمشر حامد كرزي دفتر خپل نظر ندى څرګند كړى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له عراق څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو طرحه", "output": "د سپينې ماڼۍ د چارواکو په وينا د امريکا د متحدو ايالتونو جمهور رئيس جورج بوش به په دغه اونۍ کې تر راتلونکي اوړي پورې په عراق کې د امريکايي ځواکونو د کموالي لپاره خپل پلانونه اعلام کړي. د هغوى په وينا د ځواکونو کموالى به چې مشروط وي د يوې ټ� �ويزيوني وينا په لړ کې به د بوش له خوا اعلام شي. دغه خوځښت به اوس د ځواکونو شمېره په هغه کچه چې څو مياشتې د م خه و کم کړي. دا په داسې حال کې ده چې په عراق کې د امريکايي ځواکونو قوماندان ډيويډ پټريوس او په بغداد کې د دغه هېواد سفير رايان کراکر د دوو ورځو په لړ کې کنګرې ته ويلي چې د ځواکونو د زياتوالي طرحه د پايلې ورکولو په حال کې ده. ټاکل شوې چې جورج بوش سبا ته د واشنګټن په وخت د شپې په نهو بجو ويناوې وکړي. سپينه ماڼۍ وايي بوش به په دغه وينا کې د ځواکونو د کموالي لپاره د جنرال ديويد پټريوس وړانديز ومني. په همدې حال اټکل کېږي چې هغه خپل پلانونه د عراق د حالت د پرمختګ په دوام کې مشروط کړي. جنرال پټريوس او رايان کراکر د دوه ورځې شهادت په بهير کې د سنا او استازو د مجلس د کمېټو پر وړاندې د جګړې د مخالفو استازو تر سختو نيوکو سره مخامخ شول. پټريوس وويل چې په عراق کې تاوتريخوالى د فبرورۍ له مياشتې را په دې خوا سترګوره توګه کم شوى دى، خو ټينګار يې وکړ چې د ځواکونو سملاسي کمول به ورانوونکې پايلې ولري. عراق ته د ٣٠ زرو نوو امريکايي ځواکونو له ورتلو وروسته اوس مهال په دغه هېواد کې د امريکايي سرتېرو شمېر ١٦٨ زرو سرتېرو ته رسېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "(نوې هيله ) پنځه کلنه کېږي", "output": "له نن څخه پوره پنځه کاله پخواپه سويډن کې دنوې هيلې خپرونې لومړۍ گڼه له چاپه راووتل . داچي دغې خپرونې به دهيواد نه بهر افغاني چاپيريال په مطبوعاتې نړۍ کې کوم ځاي لرلۍ وې قضاوت په تاسو درنو لوستونکواو قلمې همکارانو پورې اړه لري . په پام کښې ده چې داپريل په 29نيټه ددغې نشريې فوق العاده گڼه خپره شې ، ستاسو درنو دوستانو څخه هيله کوم خپل اندونه ،نيوکې ، وړانديزونه او پيرزوينې پر موږ ولوروۍ ،او موږ ته يې د برېښنا ليک په مټ راولېږۍ . زموږ برېښنا ليک :ghamkhor@hotmail.com nawey_hilla@hotmail.com ستاسودلابرياو په هيله غمخور"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار کې کاناډايی سرتيری ووژل شو", "output": "د کاناډا دفاع وزارت د افغانستان په کندهار و� �ايت کې د خپل يو سرتيری د وژل کيدو پخلی وکړ.دا کاناډايی سرتيری تيره ورځ هغه وخت ووژل شو چې د سپرلۍ ټانکر گا� �ی ېې په يو ځمکمني ماين ور برابر شو .د کاناډا دفاع وزير پيترمکي هم د دې 28 کلن کاناډايي سرتيري مړينه تايد کره .هغه وويل چې له دې سره له 2001 کال را پدې خوا ټول ټال 82 کاناډايان په افغانستان کې وژل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "غزل فضل حق قلم یار لیونی غوندي به ولي نه ګرځیږمپه شته کور کې چې بي کوره زه یادیږمجوړ وطن یې راته وران کړلو اغیاروسرو سکروټو باندي ځکه نن سوځيږمبي سیرته شوم اغیاره ستا د لاسه بي کفنه نن په خاورو کې خښیږمد هجران دغه شپې ورځي تیرومه خپل وطن پسې نن نم نم اوبه کیږمد فضل ټول آرمانونه یې تالا کړلځکه نن په تورو خاورو کې لوغړیږم د کمپوز چارې د میرویس جلالزی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دلېموپه غېږکي", "output": "يوياددچامي کوردزړه کي وغزوي ځان په غېږه دلېموکي مي تصوير شي دجانان دخيال ويړه لمن کي مي غوټۍ غوټۍ مسکاشي ديارداننګيوپڅېرروستوشي ګلان داستادميني مراندي مي له زړه داسي وتلې چي څنگه دمجنون دزړه نه ووتل نلان زمادتاندي ميني دګنډلي داستان روحه ټومبلې مي يې زړه کي لکه ستنه په ګرېوان که زماپه سراوزړه باندي دي ښه کيږي دلبره بس دربه يې کړم تالره ترمفتولاارزان زماجماليارزړه داسي پرې ځوړندده جانانهداستاپرګرېوانه لکه داصلوروپوغران"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له ولسمشر کرزي سره په يوه اونۍ کي درې ځله ليدنه", "output": "دا چي په دې وروستيو کي د لرغوني او تاريخي لوى کندهار په کلتوري حوزه کي امنيتي حالت ډېر خراب سوې دي او د ستونزو او کړاوونو ناتار جوړ دى ، ځکه نو د افغانستان د اسلامي جمهورى دولت جمهور رئيس حامد کرزى وغوښتل ، چي د دغه حوزې کلتوري استازي دليدني ، کتني له پاره ور وبولي ، عبدالقديم پتيال - کندهار د ولسمشر ښاغلى حامد کرزى سره د لرغوني او تاريخي لوي کندهار له کلتوري حوزي څخه د کندهار ، هلمند ، زابل او روزگان ولايتونو دکلتوري کړيو او سړيو استازو په يوه اونۍ کي درې ځله ليدنه . دا چي په دې وروستيو کي د لرغوني او تاريخي لوى کندهار په کلتوري حوزه کي امنيتي حالت ډېر خراب سوې دي او د ستونزو او کړاوونو ناتار جوړ دى ، ځکه نو د افغانستان د اسلامي جمهورى دولت جمهور رئيس حامد کرزى وغوښتل ، چي د دغه حوزې کلتوري استازي دليدني ، کتني له پاره ور وبولي ، تر څو ددغو ستونزو په اړه يې د ف� �هنګيانو او فرهنګپالو نظر هم غوښتي وي . د همدې موخې له پاره يې د لرغوني او تاريخي لوى کندهار له کلتوري ح وزې دکندهار ، هلمند ، زابل او روزگان د ولايتونو څخه درې دېرش تنه کلتورى استازي هر يو ښاغلى ډاکټر طارق � �شاد ، عبدالنافع همت ، احمد وحيد سهاک ، سيداحمد قانع ، انجنېر عبدالطيف اشنا ، ډاکټر مامون طاهري ، يعقوب م جددي ، عبدالاحمد محمديار ، عبدالقديم پتيال ، واصل حنسيار ، رحمت الله قريشي ، بهزاد احمد سرپاس ،سيد حبيب الله روحاني ، حبيب الله قلم مل ، عبدالکريم هوتک ، نجيب الله هوتکي ، ډاکټر تاج ، عبدالستار ستوري ، محمد اسماعيل شرعيت يار ، عبدالودود هجران ، بريالي هلمند ، شريف الله دوست ، حبيب گل ستانيزي ، انجنير عبدالبشير ، هدايت الله فيضي ، بشير احمد فيضان ، شېر محمد ټکور ، سيد احمد حيران ، دواخان مينه پال ، سعيد زابلي ، گلزار او کلاتوال له ولسمشر حامد کرزي سره دليدولو له پاره ټاکل سوې وه .د دغه درې دېريش کسيز پلاوي له پاره ښاغلي ډاکټر طارق رشاد مشر او ښاغلي عبدالقديم پتيال منشي ټاکل سوي و او دغه درې دېرش کسيز پلاوي در وان ميلادي کال د جوزا د مياشتي پر يو دېرشمه نېټه دچهارشنبې په ورځ له کندهار څخه دکابل په لور و خوځېد.دپورتنۍ نېټې په م اښام په کابل کي د دغه دېرش کسيز پلاوي له خوا دهر يوه د نظر پوښتلو او غوښتلو په اړه يوه غوڼده وسوه چي له ښاغلي ولسمشر کزري سره بايد پر کومو کومو موضوعاتو بحث وسي ، څو په دغه غونډه کي پرېکړه وسوه چي له ښاغلي و� �سمشر کرزي سره به زموږ ليدنه پر څلورو اړخونو ( امنيتي ستونزو، سياسي او اداري ستونزو ، اقتصادي ستونزو ، ټولنيزو او کلتوري ستونزو ) باندي راچورلي او د دغو ستونزو په اړه له هر يوه بېل _ بېل نظرونه وغوښتل سول او ټو� �ه په يوسلو اوه (١٠٧ ) مادو کي سره توحيد کړه سوه ، پر دغو ستونزو له سره د پلاوي له خوا دوهمه غونډه وسوه او د ستونزو تر څنګ يې د دستونزو د حل پر لارو چارو باندي هم خبري وکړې ، پر دې سربېره د دې له پاره چي له ولسمشر ک� �زي سره دليدني په وخت کي د ټولو د مشرتر خبرو وروسته د ولايتونو په سطح بايد څوک خبري وکړي ، نو ښاغلي انجنير اشنا ، شريعت يار ، محمديار ، ستانيزې او گلزار وټاکل سول او دوى به هغه وخت د ځينو نورو ځنګزونو خبرو او پوښتنو پر مهال ږغيدلاي ، چي د دغه پلاوي د مشر له خوا ليکلي ستونزي او دهغو د حل لاري لوستل سوي واي . دغه پلاوي دچنگاښ دمياشتي پر دريمه نېټه د غرمې پر يوه بجه په ارگ کي تر لمانځه او ډوډۍ وروسته له ښاغلي ولسمشر ک� �زي سره د يوه ساعت او پنځلسو دقيقو له پاره غونډه وکړه .له ښاغلي ولسمشر سره د کلتوري استازو له لوري پر دې بحث وسو ، چي په افغانستان کي او ځانګړي ډول د لرغوني او تاريخي لوى کندهار په کلتوري حوزه کي په کوم علت ستونزي را منځ ته سوې دي او د هغو دحل لاري څه دي . ښاغلي ولسمشر کرزى دا ومنل چي واقعاً د لوى کندهار په تاريخي حوزي کي زياتي ستونزي موجودي دي او په دې کي تر ټولو مهمه د امنيت مسئله ده او د ښه امنيت دنستوالي له امله نو� �ي راز _ راز ستونزي رازيږيدلي دي ، دوي دخپلو خبرو په لړ کي زياته کړه چي که امنيت موجود نه وي ، نو هلته به څ نګه يو کلينيک ولرو ، هلته به موږ څنګه و کولاى سو چي يو ساختماني کار ترسره کړو ، هلته به څنګه امکان ولري چي خلګ دي ښوونځى ولري او .......ښاغلي ولسمشر کرزى ته وويل سوه چي په دولت کي قضايي او عدلي سيسټم ډېر کمزرى دي ، دوى د دې نيوکي په وړاندي زياته کړه چي زه ستاسو سره بلکل موافق يم چي عدلي او قضايي سيسټم نيمګړتياوي او کمزورۍ لري ، خو اوس موږ نوي قاضي القضات ټاکلي دي ، په عدلي او قضايي اړ خونو کي مو بدلونونه راوستلې دي او � �اډ درکولاى سم چي په راتلونکي کي به افغانستان يو ښه عدلي او قضايي سيسټم ولري.د دې نيوکي په جواب کي چي دغ� �طو اطلاعاتو او معلوماتو له وجي شکنجه او ځورول کيږي ، ښاغلي کرزى وويل چي زه دې مسئلې ته ډېر جدي پام کوم او په دې وروستيو کي ماته هم په دغه باب اطلاعات راغلي دي چي په ځينو سيمو کي بېګناه او پاک خلګ دناسمو اط� �اعاتو له مخي زندان ته لويږي او شکنجې ورکول کيږي او دا داستخباراتو سخته کمزرى گڼل کيږي و خو تاسو باور وکړئ چي زه په دغه اړه ډېر ټېنګ ګامونه اخلم او د تر خپله وسه پوري به هڅه کوم چي افغانستان يوه ښه او فعاله استخبا� �اتي شبکه ولري .ښاغلي ولسمشرکرزى د يوې بلي نيوکي په ځواب کي وويل چي واقعاً تر ضوابطو روابطو ته ترجيع و� �کول کيږي او له دې سره په څنګ کي قبيلوي مصلحتونه هم هغه څه دي چي دولتي يې له خنډ او ستونزو سره مخامخ کړي دي . د يوې بلي نيوکي په جواب کي ښاغلي کرزى وويل چي ما هم دا حس کړې ده چي ځينو ولاياتو ته خپل پوره حقوق نه ورکول کيږي او دغه مشکل دي چي په ځينو ولايتونو کى نا ارامۍ رامنځ ته سوې دي .ښاغلي کرزى دخپلو خبرو په لړ کي وويل چي افغانستان ته ډېر خطر ات متوجه دي او هم په داسي نازکو او حساسو حالاتو کي چي په داخل کي هم سور اور بل دي ، دوي زياته کړه چي زه يوه لويه پوښتنه لرم چي ولي په نوره نړۍ کي ښوونځى نه سوځول کيږي ؟ په هر ملک کي نجوني او هلکان مجبوره دي چي بايد ښوونځى ته ولاړ سي ، مګر يوازي دا بدبختي افغانستان ته راغلې ده او ځيني اشخاص نه پرېږدي چي زموږ ملک بايد ښوونځي او پوهنتونونه ولري .ښاغلي کرزى وويل چي نن ورځ دنيا زموږ سره ځکه په جنجال کي ده ، چي موږ ويلي دي چي طالبان دافغانستان خلک دي او له دوى سره بايد له بېلي پاليسۍ او تګلارۍ څخه کار واخستل سي، دوى زياته کړه چي دافغانستان په ډېرو داخلي چارو کي هم بربنډه لا سوهنه کيږي او په دې لاسوهنو کي تر ټولو غټه برخه د پاکستان ده او نړۍ ته ما ويلي هم دي چي پاکستان ،خلک راته روزى او بيا يې افغانستان ته را استوي ، بم � �اته په چوي، ځانمرګي بريدونه راته په کوي ، ملي پوځ او ملي پوليس مو په راوژني او امنيت ته ستر گواښ جوړوي . دوي وويل چي ما دنيا ته ويلي دي چي په دې اړه يو جدي او ډېر ژر اقدام وکړي .ښاغلي کرزى ديوې بلي نيوکي په جواب کي وويل چي خلک نه دي پوهيدلي او ګومان کوي چي زه بيرته توپکسلاري را ژوندي او پياوړې کوم ، بلکي زه د ولس له م نځه ، د کليو له منځه او د لسواليو له منځه ځوانان راپورته کوم ، هغو ته به په امنيتي او پوليسي چاروکي روزني و� �کول کيږي اوسبا به يو تګړه افسر او پوليس ځيني جوړيږي، زه نه توپکسلاران بيرته د واک تر ګدۍ رسوم ، نه ملېشي جوړوم او نه هم قومي کنډکونه.ښاغلي کرزى وويل چي دا به ومنو چي اداره دمصلحتونو پر اساس جوړه سوې ده ، مګر دابه هم ومنو چي په دغه اړخ کي ډېر سخت مجبورتونه ول او د خاص مصلحت له مخي دغه کار سوى دى ، خو بيا هم افغانستان په دې څو کلونو کي ډيري او ښه لاسه ته راړني لرلې ، تحول راغلي دي ، مګر حالاته نه دي سم سوي ، موږ به نه وايو چي بدلون نه دي راغلي ، بلکي د ا به وايو چي ډېر مثبت تحول راغلي دي ، مګر دابه بيا هم سره منو چي حالات نه دي سم سوى . ښاغلي کرزي د دې پوښتني په جواب کي چي ولي دلوى کندهار په کلتورى حوزه کي د ملي پو� �يسو شمېر کم دي ، وويل چي زه يو نيم کال تر مخه د دنيا سره کښيناستم چي زموږ سره دا مرسته وکړى ، چي په هغه باندي دکندهار او هلمند په ټولو ولسواليو کي پوليس زيات کړو او دا دي اوس په دې وروستيو کي دا غوښتنه منل سوې ده او موږ به له دوي څخه پيسې اخلو ، څو په هغه سره پوليس اضافه کړل سي.د دغي غونډي په پاى کي ښاغلي کرزى په ټينګار سره وويل چي تاسو فرهنګيان بايد بيا هم راسئ او مجلس راسره وکړئ ، ځکه زه ډېر لېواله يم چي دسهيل لويديځ زون له فرهنګي استازو څخه د امنيتي ستونزو په باب نوي څه اورم .له ولسمشر کرزى سره تر لومړۍ ليدني وروسته دف� �هنګي پلاوي له خوا د همدي ورځي په ماښام بيا غونډه تر سره سوه او پر دې باندي د ټولو استازو نظرونه واخستل سول چي له ولسمشر سره د دوهمي غونډي له پاره بايد پر کومو ټکو بحث وسي ، څو دټولو په رايه يوازي امنيتي ستونزي وي چي نوري په سوونو او زرګوونو ستونزي ځيني زيږي ، ځکه نو دابه ډېره مهمه وي چي له ښاغلي ولسمشر سره دا ځل يوازي پر امنيتي ستونزو او دهغو د حل پر لارو خبري اتري وسي ، بيا نو په ترتيب سره د امنيتي ستونزو په اړه هر استازي خپل نظرونه ورکړل او پر هر نظر د برخوالو له لوري بحث وسو ، تر څو د دغي غونډي په پاى کي په اووه څلويښت مادو کي د امنيتى ستونزو دحل لاري وڅېړل سوې همدارنګه د دې ليدني له پاره هم د پلاوي د مشر له خوا د ليکلو وړانديزونو تر لوستلو وروسته د نورو خبرو او پو ښتنو له پاره ښاغلي عبدالنافع همت ، دواخان مينه پال ، بريالي هلمند او عطا الله تاج وټاکل سول.دچنګاښ د مياشتي پر پنځمه نېټه د مازدېګر پر پنځو بجو بيا په ارګ کي د و لسم� �ر کرزى سره د دوهم ځل له پاره د امنيتي ستونزو او دهغو د حل د لارو په اړه دوه ساعته غونډه وسوه او په دې ليدنه کي ښاغلي ولسمشر ډېر هغه څه بيان کړل چي تر اوسه د مطبوعاتو ډګر ته نه وه راوتلي.ښاغلي کرزى وويل چي زه د ف� �هنګي استازو څخه ځکه ډيره خوښي څرگندوم چي دوى نن ماته هغه خبري کوي ، چي زما په زړه کي دي او په اصطلاح ته وا زما له زړه او ذهنه راځي ، ده وويل چي د ا واقعيت دي چي ځيني دولتي کسان خپله قبيله د سپر په توګه کاوري او دغه � �امل دي چي د دولت په دننه کي هم اداري فساد خپل اوج ته رسيدلى دى ، هم پر دولت بې باورۍ رامنځته سوي دي ، هم د ولس او دولت تر منځ يو لوى واټن ايجاد سوى دى او هم په امنيتي برخه کي ستونزي راولاړي سوي دي.د فرهنګي پلاوي له لوري ښاغلي کرزي ته وويل سوه چي دنړيوالو ځواکونو له لوري دي دپولو ساتنه وسي، ملي پوځ او ملي پوليس دي په عصري وسايلو سمبال او د عملياتو په چارو کي دي لازم واک ورکړه سي ، په دولتي کليدي چارو کي دي اهل او وړ کسان وګمارل سي ، له مخالفو ډلوسره دي دقبيلوي مشرانو له لاري خبري اتري وسي ، قومي نا انډولي دي له منځه ولاړه سي ، د دې خبري سپيناوي دي وسي چي د دولت له مخاليفيونو سره بهرني ځواکونه اړيکي نه لري ، بهرني ځواکونه دي دملي پوځ او ملي پوليسو په چاروکي لاسوهنه نه کوي ، د ملي پخلايني پروګرام دي د هغه چا پر لاس مخته بوتلل سي چي له طا� �بانو سره نږدي اړيکي ولري ، ټولو طالبانو ته دي د دښمن په سترګه نه کتل کيږي ، بهرني ځواکونه بايد په افغانستان کي دوه مخې تګلاره ونه لري، ملي پوځ او ملي پوليس دي له ژبنيوتعصبونو څخه لاس واخلي ، ملي پوليس او استخبارات دي په ملي روحيه وروزل سي ،د ملي ستراتيژۍ په پلي کولو کي دي اداره له ګټورو تاکتيکونو څخه کار واخلي ، په اداري فساد کي ښکيل لوړ رتبه کسان دي محاکمي ته راکش کړه سي ، له طالبانو سره دي اړيکي ټينګي او ام تيازيات ورکړه سي ، په ملي پوځ او ملي پوليسو کي دي نظم او ډسپلين رامنځته سي او ....، ښاغلي کرزى پر دغو وړانديزونو په تفصيل سره وږغيد او ويې ويل چي زه په دې کي څه نه وايم چي دا خبري به حقيقت ونه لري ، بلکي پر دغو خبرو ما يو نيم کال وړاندي فکر کړي دي او اوس به هم هڅه وکړم چي په نه ستړي کېدونکي ډول خپلو کوښښونو او ت� �اښونو ته دوام ورکړم.ښاغلي کرزى وويل دا چي خلک دا ګومان کوي چي بهرني ځواکونه به له طالبانو سره جوړ وي ، زه ځکه دا خبره نه تاييدوم چي بهرنيان غواړي چي دلته سوله رامنځته کړي او تروريزم له منځه يوسي ، نو دا څنګه امکان لري چي دوي دي بيا له طالبانو سره پټ لاس ولري ، دا امکان لري چي پاکستان به طالبانو ته وايي چي پام کوئ دبهرنيانو پر ټانګ او موټر د راکټ وارى ونه کړئ او په دې سره به غواړي چي ولس پر بهرنيانو او دولت بې باوره کړي.د دې نيوکي په جواب چي دولت په نامه طالب پريږدي چي په خپله خوښه خپل ژوند ته ادامه ورکړي ، ښاغلي کرزى وويل چي زه دا کار په کلکه غندم او دا به ښايي په دولت کي د دولت مخاليفين وي چي غواړي افغانان له خپل دولت ناهيلي او خواتوري کړي ، ده زياته کړه چي طالبان خو د افغانستان خلک دي ، دا به سمه وي چي دوي يوه لويه غلطي وکړه او زه په خپله دطالبانو په بنسټ ايښوونکو کي شميرل کيږم ، ملاګل اخوند ، ملايار محمد اخوند او ځيني نور کسان هم وه ، موږ خبري سره وکړلې او ورته و مو ويل چي واک يې ستاسو په لاس کي ، مګر دولتي چاري تعليم يافته قشر ته وسپارئ ، خو دوى د چا خبره نه منله او پر خپل سر يې زور ؤ ، څو درسته نړۍ يې ځانته وکاروله او لوى _ لوى ا� �تباهات او جرمونه يې وکړل .ښاغلي کرزى دا هم وويل چي هغه غله چي پاکستان بنديان کړي وه ، اوس يې پر افغانستان را ايله کړيدي او داسي جنايتونه په تر سره کوي ، چي افغان دولت او ولس ته د هرى لاري په زيان تماميږي . دوى وويل آى اېس آى موږ په هيڅ ګون نه پريږدي او په هره لار چي کيږي ، غواړي چي په افغانستان کي د جنګ لمبې همداسي بلي وساتي . دوى وويل چي که دا سبا زه دهند سفارت ، کونسلګرۍ او هندى کمپنۍ په ملکه په دې خاطر پسې واخلم چي پاکستان به نور لاسوهنه نه وکړي ، مګر بيا به هم پاکستان راته وايي چي يوه دا دډيورنډمسئله خو لا زما په ګټه را سره حل کړه ، زه به دا هم ورسره ومنم ، مګر بيا به هم په وطن کي بم راته چوي ، زه به ورته وايم چي هغه دي ټول شايط مي د� �سره ومنل ، نور څه غواړې، دې به راته وايي چي نور نو دا درست ملک راپرېږده.ښاغلي کرزى وويل چي زه به له هر چا سره هر څه ومنم ، خو يوه لويشت خاوره به د چا په واک کي ورنه کړم او هيڅکله به د وطن پروش نوم پر ځان ونه منم .تر دغه ليندنې وروسته بيا هم ښاغلي کرزى په ډېر ټينګار سره فرهنګي استازي دې ته اړ ايستل چي بايد په هغه غون� �ه کي هم برخه واخلي چي دسهيل لويديځ زون دقومي مشرانو ، جهادي اشخاصو ، دولتي چارواکو او ولايتي شوراګانو له استازو څخه تشکيليږي ، څو دغه غونډي ته هم دسهيل لويديځ زون فرهنګي پلاوي د امنيت د ښه والي په توسن په څلې� �ويشت مادو کي خپل وړانديزونه وسپارل .په دغه غونډه کي ښاغلي جمهور رئيس حامد کرزى وويل چي غواړو د افغانستان د ولس استازي د پاکستان له ولسي استازو سره خبري اتري او جرګې او مشورې ولري ، څو ګوندي وي چي له ولسي لاري دپاکستان دغه اوسنۍ لاسوهنه شنډه کړو .ده زياته کړه چي دتروريزم پر خلاف جګړې کي تر ټولو افغانستان خوږ دي او تر ټولو ډېر زيان افغانستان او افغانانو وړي دي ، خو ټوله دونيا راسره همکاره ده يوازي مو نه پريږدي .په دغه غونډه کي تر ګډون وروسته فرهنګي پلاوي بيرته تر خپلو ځايونو راستون سول . -------------------------------------------------------------------------------- ولسمشر سره د لومړى غونډى وړانديزونه چي د پلاوي د مشر له خوا ولوستل سوه: د لرغوني او تاريخي � �وى کندهار د کلتوري حوزې څخه دکندهار ،زابل ، هلمند او اورزګان ولايتونو د کلتورى کړيو او سړيو د استازو وړانديزونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "وصلح خير == محمدابراهيم (سپېڅلى)", "output": "محمدابراهيم (سپېڅلى) دروان کال داکټوب� �دمياشتي پردرېيمه نيټه مي دبي،بي سي راډيودپښتوڅانګي په ماښامنۍخپرونه کي واوريدل چي دهلمندولايت دموسى ک� �اولسوالۍ ځايي خلګواوقومي مشرانودنړيوالواودولتي ځواکونو سره دصلحي يوتړون لاسليک کړي، چي ددې تړون له مخي به طالبان اوبهرني ځواکونه په دې ولسوالۍکي يوپربل باندي بريدونه نه کوي اودواړي غاړي به ودغه تړون ته په سيمه کي دامنيت په موخه په بشپړه توګه دروناوى لري. که وکتل سي دغسي تړونونه به ډيرښه وي ځکه په اکثرو بريدونوکي چي له هره اړخه ترسره کيږي ډيرزيان اوغم يې دعام ولس کورته ورځي اوپه دغسي جبهيي جنګونوکي ډيرکم بهرنيان ياله هغوى سره جنګيدونکي څوک خوږيږي ځکه هرڅوک چي جنګ کوي اوياددښمن پرلورروان وي هغوى دځان ساتني � �پاره ډيرچمتووالى نيولى وي خو زموږ عام ولس چي له هيچاسره نه دښمني لري اونه هم له کوم چاسره د جنګ کو� �وتوان لري بېله کوم څه دلوى زيان سره مخامخ کيږي . دا چي داتړون څونده په سيمه کي دخلګودخوښـي وړدى اوه� �ته عام ولس څه وايي ؟؟ دموسى کلا ولسوالۍيوتن اوسېدونکي رحمت ګل چي له ډيره وخته په هغه سيمه کي دوکان کوي � �اته و ويل : (( ياره وروه! داخوډيرښه کار وسوچي دغه تړون ترسره سوځکه ترمخه به موله وهمه لکه غله خپل دوکانونه نه سواى خلاصولاى اوداويره به راسره وه چي هسي نه بياڅوک بريدونه کړي اوطيارې موديوه ټوپک دټک په بدل کي کو� �ونه راخرابه نه کړي خواوس الحمدالله شکردى ددې تړون سره سم په ټوله ولسوالۍکي خلګ خپلو کارونوته په خلاصه پښه ځي اوپه آرام زړه په کورکي خوب کو ي خوکه دولت يوکارلاوکړي چي دغه د غلومخه ونيسي نوبه کارونه که خداى کول تردغه هم سم سي .)) همدارنګه ددې سيمي يوبل تن حاجي احمدالله چي کابودپنځه څلوېښتوکالوښکاريدى په دې اړه � �اته وويل (( تاسو وګورئ! په پاکستان کي حکومت دخپلومخالفينوسره يوجوړجاړي ته رسيږي زموږحکومت هم بايد دخپلو مخالفينوسره دهيوادپه هرګوټ کي همداډول تړونونه وکړي په ځانګړي ډول دهيوادپه سهيل لويديځواوسهيل ختيځوسيم وکي ځکه په دې سيموکي هرانقلاب په يوه اوبل نامه ډيري ورانۍ اوخرابۍ ترسره کړي دي چي بايد نور نوکلکه پاملرنه ورته وسي اوپرېنښودل سي چي په دې پرمختللي وختونوکي لاهم موږ افغانان ديواوبل په ضددهيوادددښمنانوله خواوکارول سوو اوددولت مخالفين هم بايدنورددې ځپلي ولس پرځپلتياباندي ورحميږي او د پرديوپردۍ خبري وانه وري .)) دڅيړني له مخي که روانو سيميزوحالاتوته وکتل سي بايدله ټولوګاونډيوهيوادونوسره افغانستان ښې اړيکي ولري که چيري هغوى په زړه کي يوڅه لري بايددخبرودلاري موضوعات سره حل سي اوحالات داسي ځاى ته رانه وستل سي چي هغوى زموږاوموږدهغوى لپاره په زړه کي دغچ اوريواوبل ته بل کړو ځکه افغانستان لاتراوسه دتيرواوروان جنګونود� �اسه هغه ځاى ته نه دى رسيدلى چي دچاسره په جنګ اوجګړوموضوعات حل کړي ، ګاونډيانوته هم په کارده چي دافغانستان له مظلوميت څخه ناوړه گټه پورته نه کړي اوټولوسياسي اونړيوالواړيکوته په پام سره له خپل جګړه ځپلي ګاونډي س� �ه مرسته وکړي اوکه يې مرسته په توان نه وي نوپه کورنيوچاروکي دي ورته لاسونه نه وهي چي دابيانه يوازي ښه کا� �نه دى بلکي دافغانانوپه خټه کي دانه ده اخښلې چي دلستوڼي مارانوته ترقيامته حوصله وکړي ځکه داقوم خوهم دهغه احمدشاه بابا اوميرويس خان نيکه اولاده ده چي دحکومت واګي يې ترډيرليري پوري غزيدلي اوله هيڅ ډول ق� �بانيوڅخه يې دخپل دين اوهيواددساتني په لارکي سپمانه ده کړي اونه به يې هم وکړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "امریکا له افغانستان سره دغوړیو مرسته وکړه.", "output": "تیره ورځ دافغانستان دمالیې وزیر انوار الحق احدي دامریکا دمتحدو ایالاتو په کابل کې سفر رونالډ نیومن سره یو تړون چې پکې د پنځو ملیونو ډالرو په ارزښت غوړيو مرسته وه لاسلیک کړ احدي وویل دا مرسته به دافغانستان په بیا رغونه کې ولگوي غوړي به وپلوري او پیسې به دبیارغونې په چارو کې ولگوي. په افغانستان کې دامریکې سفیر رونالډ نیومن وویل چې دا مرسته دامریکا دمتحدو ایالاتو دکرهڼې وزارت په وړیا توگه کړې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هند ولسمشري ته يوه ښځه وټاکل شوه", "output": "پراتيبها پاتېل د هند د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په برياليتوب سره د دغه هېواد ولسمشره شوه. د هند د چارواکو په وينا پراتيبها د ٧٢ کلونو په عمر د پارلمان او ملي شورا دوه درېيمه برخه رايې ګټلې دي.د پاتيل پلويان په ټاکنو کې د هغې برياليتوب د مليونونو هندي ښځو د پياوړي کېدو لپاره د بنسټيز عامل په توګه بولي. په هند کې د لومړۍ ولسمشرې ښځې په توګه د پاتيل برياليتوب په داسې حال کې ده چې په هند کې ښځې له بې وزلۍ او تبعيض چې په څرګنده توګه د هند په لرغونو دودونو پورې اړه لري مخامخ په همدې حال کې په دغه هېواد کې ډېرۍ خلک د پاتيل برياليتوب سمبوليک بولي. پاتيل د کانګرس د مشرې سونيا ګاندي په وسيله ملاتړ شوې ده. پاتيل همدا راز په دغو ټاکنو کې په مهاراشترا ايالت کې چې د هغې د زېږندې ځاى شمېرل کېږي هم م� �اتړ لاسته راوړى دى. پاتيل په دې وروستيو کې د دې په ويلو سره چې د ښځو د ملاتړ لپاره د ښځو حجاب د مغولانو د بريد په وړاندې دى په هند کې يې يو لړ شخړې په لاره واچولې. په دغو ټاکنو کې شاوخوا ٤٥٠٠ د پارلمان استازي او ايالتي وکيلان د راى ورکولو د شرايطو وړ و."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ټولټاکنوکی دمبایلواوملیسمستیاوبدې اغیزی دلیکنی دلکیوال ستاینه", "output": "کوم ورورچی تردی عنوان لاندي ځه لیکلې دي دستاینې وړدي اوداکوم کسان چی ده ورته اشاره کړیده دابي شعوره اوبی کلتوره کسان چي هم خپل ځان اوخپل وجدان اوهم دځوریدلوافغانانوسرنویشت په ډیرلږځه پلوري داباید اصلا وبیژندل سي .اورسواسې ،اوورټل سې ځکه داکسان دټولنې دپاره ډیرخطرناکه دي . خویوځه چی زه غواړم پروراضافه یې کړم هغه دادﺉ چی په دي جرم کې نه یوازي دادلالان ملامت دي بلکه دغه کاندیدان چی دوي خپل ځان په داسي ډول دملت � �هبرجوړوې اوځان واک ته رسوي نوداهم نه دملت غم ورسره دي ،نه یی ملت ته پام سته ،نه یي دافغانستان داوسینومشک� �اتوپه هکله غمجن دي یوازي دخپله جیب دډکولودپاره ملاتړلې ده .دوي هم دغلاپرته بل کوم ارمان نه لري . دهغوي نه بایدپوښتنه وسې چې تاسې داپیسي له کومه کړیدﺉ ، حتما دوي هم یا دمملکت پرسردکوم خارجي هیوادسره معامله کړیده . یایی ښه پریمانه رشوتونه خوړلې دي یایې دولتي شتممنی لوټ کړیدې . یا دجها دپه نوم شهیدان اویتما ن خرځ کړیدې دي یايې دکوم خارجی هیوادجاسوسي شبکې ورته لاس رااوږدکړیدې چی داټوله دملې خاینانوکاروباردی اویا غواړې اوس پریوه بل کاندید ځان اوداخپل دلالان خرځ کړی ، په حقیقت کې دادواړه ددی وطن دښمنان دي ، ملې خاینان دې . ځینوګروپونوچی اوس لاسونه مږی په تیروانتخاباتوکي همداسي لوبي وکړي چی حالات یې خرابې ته � �اوایستل داکلتور داضطراري لوي جرګې نه اوحتي ترهغه وړاندې داستادرباني داهل حل وعقد دشورانه راشروع سویدي ،اودادي ورځ ترهغه بله پیاوړی کیږی . زما دټولوهغولیکوالانو ، اسلام پالو،هغه وطن دوستانونه ، دهغه خواخوږو اوپرملت زړسواندوخلګو، مشرانواوځوانانونه خوندواووروڼونه هیله داده چی داسي تورمخونه رسواکړي اوحتي مخامخ ورته ووایې چې داکاردي دملت سره جفاده . زه تیره هفته په مجلس کي ناست وم . دوه تنه ځوانان راغله یوننګرهارواوبل دلغمان ویوه دحقوقوپوهنځی ويلي وه اوبل دشرعیات فارغ وماته يی مخ راواړاوه چي داپ� �انکې کاندید ستا شناخته دي زموږسره ډیرملکان سته اودایوه وویل چی موږ دځوانانوټولنه لرو که موږورسره معرفی کړﺉ امکانات دې راکړې موږبه ورته کمپاین وکړو ، ماپوښتنه تري وکړه چی تاسي ځه ډول امکانات غواړي ؟ دوي ویل چی پیسی ، موټر، اومبایلونه اودمبایل کارتونه اودکورخرځ ماپوښتنه ځیني وکړه چي دایوازي تاسي غواړې اوکه يې داستاسي ټول ملګرې هم غواړې ؟ هغوی راته وويل چی ټول يې غواړې نوماورته وویل چی دادومره پیسې به له کومه کیږې ،؟ هغه وویل دا پلانکې کاندید یی له کومه کوې ؟ نوماورته وویل چي تاسې دواړه دډیروښووپوهینځیوفارغان یاست اوځوانان یاست شرم نه دي چې تاسې دخپل ځان اوخپلوملګرونه په دلالی پیسي راروان یاست ؟ دوی ویل موږیې نه غواړو خوادخلګ یې غواړې نوماورته وویل چې تاسې ځه مسولیت لرې چې دې دلالۍ ته موملاتړلې ده که داوطن اوداملت داسې ځوانان ولری خداي پا ک دی وزله وکړۍ ډیرخوابدي ولاړسوه . نوروخلګوماته مخ راواړاوه چي ناحقه دي خوابدې کړه نوما ورته وویل دویې زما دملت په سرنوبشت لوبی کوې نومایې ستاینه اوسپارښتنه کړیواي .ګرانو� �وستونکوداووطن دچا شخصی نه دي ، نه موږته چا په سوغات کی راکړیدې ، نه مودچا نه په خواست اوزورراوړې دې ، دادټولوکورهم دې اوګوریې هم دې دهرکاڼې لاندې یې زموږ دمیړنوپلرونواونیکه ګانوککری ښخې دي نه داملت ډیرسپک اوبې تاریخه اوبې هویته ملت دې دهرغره لوړه ځوکه یې دویاړ اواتلولې سمبول دې ، ولي ډیرافسوس دې دري لیسیزی کیږﺉ چي دځینووطن پلورنکولخوا پرنړیوال مارکیټ کې دخرځلاودپاره ګرزی راګرزی یا دپروجاسوسانواومزدو� �انوپه منګوکی راګیردي . ديوې بلانه خلاصیږی دبلی خولې ته لویږې په دي کي موږهم ډیرپړه یو سپینه خبره نه کوو ، حق ته حق باطل ته باطل نه وایو، په سترګووینوچي ځینی مشران مودرواغ وایې غله دې جاسوسان دې موږ سرنه پّه ګرځوو، ورته ګوروچی وطن موځوخاینانواوغلووران اوویجاړ کړې خوموږ لاسرنه خلاصوو، عملا وینوچی په ملت اوسرنویشت موملنډی وهل کیږي ځانونه موغلی نیولې دی .که رښتیا ووایو ټوله هم دخداي پاک قرضداره یو، هم دخپلي پاکي مور چی نوم یې افغانستان دي قرضداریو ، هم وخپلوشیهدانواوغازیانوته پړه یو، هم خپل وجدان اوایمان ته خړیو ، اوهم خپلوراتلونسلونوته هیځ داسي تحفه نه لروچی هغوي دي راته دوعاوکړي خواست مې دادې چی راځی موږهم لږ تکان وخورو، دځان اوخپلومشرانوته اوددی پاکي خاوري راتلونکي ته پام وکړو تاسي ګورې چی هرځه مودټګیوپه لور� �وان او پرهرځه مویرغل شروع دی په پښتوکی یومتل دي وایې چي رښتیا یی پټول مړه اوژوندې یې دواړه وبای� �ل .. وسلام"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "يو افغان ځوان په بلوچستان کي دبدني سيالۍ اتل سو", "output": "ممكن دا به هر لوستونكى راسره ومني چي افغاني ستعدادونه كه ښه او سالم وروزل سي، نو په نړۍ كي به تر سيالانو په هيڅ صورت پاته نسي او دا يو حقيقت دى. څو ورځي وړاندي د ګاونډي هيواد پاكستان د بلوچستان ايالت په سطحه د ماسټر بلوچستان په نامه د زېبايي اندام (بدني ښكلا) سيالۍ تر سره سوې، چي په دغو سياليو كي يوه افغان ځوان لومړى مقام خپل كړ او په نره توره يې د پاكستاني ورزشكارانو له منځه د لومړي مقام كپ خپل پلرني ټاټوبي كندهار ته راووړ. دا ښاغلى حافظ عبدالبا� �ي دى، چي له نن څخه شاوخوا شپږويشت كاله دمخه د كندهار ښار د څلورمي ناحيې په يوه دينداره او منوره كورنۍ كي زېږېدلى دى. عبدالباقي وايي كله چي را لوى سو، پلار يې د ديني زدكړو په موخه په مسجد كي شاګرد كړ، په څو كلونو كي يې ښه ډېر ديني كتابونه ولوستل، وروسته يې د قران مجيد حفظ ته مخه كړه او په لږه موده كي يې د قران مجيد حفظ پاى ته ورساوه، ورپسې يې عصري زدكړي هم وكړې، خو د اقتصادي او يو لړ شخصي ستونزو له امله يې د زدكړو لړۍ نيم ګړې پاته سوه. دا چي ورزش ته يې څنګه مخ كړ؟ په دې اړه ښاغلى عبدالباقي داسي وايي:((له نن څخه پنځه كاله دمخه په كندهار كي له يوه ملګري سره د زېبايي اندام كلب ته ولاړم، هلته مي ځوانان وليدل چي په ډېره مينه او شوق سره په ورزش اخته وه. يودم زما هم لېونۍ مينه ورسره پيدا سوه او هوډ مي وكړ چي زه هم بايد ورزش ته مخه كړم، سم دستي مي خپل هوډ ته عملي بڼه وركړه او د دوو كالو په اوږدو كي د استادۍ تر پولي ورسېدم، چي ورسره سم مي ځانګړى ورزشي كلب پرانيستى او اوس مي په كلب كې ښه ډېر ځوانان په ورزش بوخت دي)). حافظ عبدالباقي شاوخوا يوه ميا� �ت دمخه د ګاونډي هيواد پاكستان بلوچستان ايالت ته د يوه شخصي كار په موخه سفر وكړ او تر څنګ يې د زېبايي اندام په يوه كلب كي داخله واخيسته. د ده په وينا د كلب استاد يې د بدن ستاينه وكړه او د خپل كلب په استازيتوب يې د ماسټر بلوچستان په سياليو كي ګډون ته كانديد كړ. نوموړى د سيالۍ د ورځي كيسه داسي كوي: ((د سياليو ورځ چي راورسېده هلته مي د بلوچستان او پاكستان د نورو ايالتونو ورزشكاران وليدل، چي په ډېر غرور او تكبر سره د سټېج پر مخ راښكاره سول، ما فكر وكړ چي خداى (ج) خبر اتلولي به مي په برخه كېږي، خو كله چي سيالۍ پيل سوې، نتيجه زما په ګټه سوه او د ماسټر بلوچستان اتلولي مي په برخه سوه)). حافظ وايې هغه ګړى به يې هيڅكله هېر نسي چي د ماسټر بلوچستان اتل ونومول سو او د پاكستانيانو له منځه يې د يوه افغان په توګه لومړى مقام په برخه سو. دى وايي هوډ يې كړى چي په دغه رشته كي به نور زيار هم باسي، چي نړيوالو سياليو ته لاره پيدا كړي. د حافظ عبدالباقي ب� �ياليتوب دي د ده كورنۍ او ټولو افغانانو ته مبارك وي، په دې هيله چي د هيواد هر بچى مو د ګران حافظ په څېر خپلو سيالانو ته ماته وركړي او د ژوندانه په هر اړخ كې يې برى په برخه سي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بلوچستان کې ۳۱ بلوڅ وسله وال وژل شویدي", "output": "کویټه: په بلوچستان کې د بلوڅ وسله والو او حکومتي سرتېرو ترمنځ په یوه نښته کې ۳۱ بلوڅ وسله وال وژل شویدي. د بلوچستان د حکومتي ویاند رازق بګټي په وینا، تېره ورځ حکومتي سرتېرو د ډیره بګټي په سنګسیله سیمه کې پر عملیاتو لاس پورې کړ او په ترڅ کې یې ۳۱ تنه بلوڅ وسله وال ووژل. رازق بګټي د بي بي سي اردو څانګې ته وویل،چې سرتېرو د یاغیانو پر یوه میشتغالي برید وکړ او ګڼ � �مېر وسلې یې ترې ونیولې. کله،چې له نوموړي نه د مړو پوښتنه وشوه، ویې ویل:( تر اوسه مړي نه دي ترسترګو شوي). د رزاق بګټي په وینا، عملیات سهار لس بجې پیل شول او د ماسپښین تر ۱۲ بجو پورې یې دوام وکړ. په پیل کې د ۵۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و،خو وروسته جوته شوه،چې ۳۱ تنه وسله وال وژل شویدی. تر دې مخکې بلوڅ وسله والو ویلي وو،چې دغه عملیات له دریو ورځو راهیسې پیل شوي، کله زور واخلي او کله ساړه شي. بلوڅ و وسله والو خبري رسنیو ته وویل،چې له حکومتي سرتېرو سره په بیلابېلو سیمو کې نښتې شوې او د ۳۵ په شاوخوا کې حکوم تي سرتېري وژل شویدي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ترکيې د پارلمان د راى اچونې پايله باطل اعلام شوه", "output": "د ترکيې د اساسي قانون محکمې تېره ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې د ولسمشر د ټاکنې د راى اچونې پايله چې د بهرنيو چارو د وزيرعبد الله ګل او د عدالت او ودې د واکمن ګوند د نوماند په برياليتوب ترسره شوه باطل اعلام کړ.دا د سکولار د ځواکونو لپاره يوه بريا� �يتوب دى چې اندېښمن و، چې د عبدالله ګل په واک ته رسېدلو سره د دغه هېواد حکومت دين سياست ته ورننه باسي. د ترکيې لومړى وزير رجب طيب اردوغان د محکمې د حکم پر وړاندې غبرګون کې د دغه هېواد د اساسي قانون د سمون غوښتنه وکړه، څو ولسمشر د خلکو د رايو په وسيله وټکلشي نه د پارلمان.اردوغان ويلي دي چې نوي پارلماني ټاکنې له ټاکل شوې م ودې مخکې د جولاى په ٢٤ تمه نېټه به ترسره شي.له مودې مخکې د ټاکنې تاريخ به مقرر وي. يا د جولاى په څلورويشتمه يا د جولاى په لومړۍ کې. زه دغه تاريخ اوس اعلاموم. دا شونى دى چې د جولاى په ٢٤ او يا لومړۍ نېټه وي.د جمعې په ورځ د ترکيې د پارلمان په راى اچونه کې عبدالله ګل ترټولو ډېرې رايې وګټلې خو د دولت اصلي مخالف ګوند د اساسي � �انون محکمې ته شکايت وکړ چې يو شمېر استازو د قانوني الزاماتو پر خلاف د ټول پارلمان دوه پر درېيمه برخه وه او � �ه اعتباره وتلې وه. له هغه مهاله چې د ترکيې جمهوريت په ١٩٢٣ کال کې د عشماني امپراطوري ځاى ناستى شو د دغه هېواد اساسي قوانين لکه اوسنى اساسي قانون چې په ١٩٨٢ کال کې تصويب شو د سياسي نظاه پر غير مذهبي کېدو ټينګار کړى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه ( پرله پسې لړۍ)", "output": "دپورتني کتاب ترلاسه کولو يا دکتاب په اړه د نظر رالېږلو له پاره پر دې پته برېښناليک راولېږئ ehsan@benawa.com پـــــــر معياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه ارسطو وايي : خپل استادافلاطون راباندي ګران دئ ، خوحقيقت ترهغه ډېرراباندي ګران دئ . دکتاب پېژندنه : دکتاب نوم : پرمعياري ژبه دمعيارپه ژبه يوه څېړنه ليکوال : محمدمعصوم هوتک دليکلونېټه : ډسمبر ٢٠٠٦ع دليکلوځای : اوکويل ـــ کاناډا کمپوز : محمدمعصوم هوتک ډيزاين : م - روهيال خپروونکی : علامه رشاد خپرندويه ټولنه – کندهار دچاپ نېټه : جنوري ۲۰۰۷ ع دچاپ شمېر : زر ټوکه انلاين چاري : ګل اغا احسان www.benawa.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "غزل", "output": "منې چې له يو زړه نه بل ته تاردي ؟منكرنشې داحكمت دكردګاردىزما زړه راته څرګنده ائينه شوه د همدم زړه مې په ماباندې پرهاردىهيڅ د روح په تسلسل يې باورنه شىزاهد چاويل ملګروچې هوښياردىدلمرمخيود تايفې ظلم عادت دى زمايار دى كه ظالم دى كه خونكاردىزه د روح په ائينه كې ه� �څه ګورم هريو څيز په معنويت راته اظهاردىزه په زړونو سلطنت كوم زاهده زما زړه دى هرچې ستاپه ست� �ګوخواردى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د تاجکستان د سرحدي پولي څخه روسي پوځيان ايستل کيږي", "output": "٩ سلواغې ١٣٨٣ په تاجکستان کې د ١٣٧١څخه تر ١٣٧٦ لمريز کالونود کورنۍ جګړې په ترڅ کې له روسيې سره تړون لاسليک شو چې د افغانستان سره د دغه هيواد پولي وساتي. دغه روسي پوځيان په تاجکستان کې د روغې جوړي د رامنځ ته کيدو نه وروسته د افغانستان څخه د نشه يې توکو د مخنيوي لپاره پاتې شول او اوس ټاکل شوي ده چې دغه پوځيان په راتلونکي ميلادي کال کې د تاجکستان په خوښه دغه سېمه پرېږدي. خو اوس افغان حکومت پر دې غور کوي چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ دغه اوږده پوله د نشه يې توکو له قاچاق څخه څنګه وساتي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "لوي کندهاربه چاته رایه ورکړي ؟؟؟؟", "output": "که چیري په لوي کندهارکې نمایشې اوکرایې غون� �وته وکتل سې نوداسي فکرکیږې چي لوې کندهاربه په دي خاطرچي ولسمشرکرزﺉدکندهاردي اودهغه دپاره ډیرې غونډې هم رواني دي نوحتما به خلګ وکرزﺉ ته رایې ورکړې خوکه ځوک دکندهاردخلګودمشکلاتواودزړوخبرسې بیا پوهیږې چي دلوې کندهارخلګ څومره فریشانه اوستړې دی اوڅومره ویوه ښه تغیرته سترګی په لاره دې دامنوچي ولسمشرکرزﺉ کندهارﺉ دي خوترکومه ځایه چي دده په زمانه کې دلوې کندهارسره چی په هغه کي هلمند . اروزګان ، اوزابل هم شامل دې دده والیانو ، استخباراتو، اوبانډ ودومره بدکارونه کړیدي چی دتاریخ په یوه دوره کی هم ندی ترسره سوی اونه به په راتلونکی وسې اوس به راسودي خبرې ته چی خلګ به رایه چاته ورکړې ؟ دلوې کندهاررایی به دیوکاندیددپاره هم دبری نه وې داځکه چي یوخوامنیت دومره خراب دې چي دمرکزونودباندې به اکثریت خلګ رایوته ولاړنه سی ، دوهم خلګ نه غواړې چي دکرزې دډانګیانوسره ځان په جوال کی واچوې غوره لاره ېې دابولې چی کورکښني ، دریم داچی خلګ اصلا ډیرمایوسه دي اوهغه شوق اوخوند چی په اوله مرحله کې ورسره ؤاوس لس فیصده هم ندې پاته ، ځلورم هلته دښځودپار درایی داستعمال زمینه نه ده برابره ځلورم دانورکاندیدان هم په لوې کندهارکی ډیرنفوذ اوشهرت نه لرې اونه دکندهاردقومي جوړشت سره پوره اشنایی لرې ، پنځم : دطالیبانونفوذهم بی تاثره ندي شپږم هلته چی کومی غونډې کیږی خصوصا دکرزې په ګټه سره ددي چی ډیری زیاتی پیسی مصرفیږی خوخلګ دخبلواحساساتواوخواهش په اساس دي غونډوته نه راځی ځینی دځینوقومی نزاکتو. ځینی بیا دویرې ځینی ېې دپیسواوځنی هم دقومی رقابتوپه وجهه ،ځینی خلګ ولسوالان مجبوره کوې به بله بهانه ېې راټولوی عکاسې یی کوې اودکرزې دملاتړپنامه غنډی اعلانوې هلته یوبله ډیره خطرناکه مسله هم سته هغه ځوک چی دکرزې مخالفت کوې وژل کیږې اوپړه ېې پرطالیبانواجول کیږې خوطالیبان دهغومسولیت په غاړه نه اخلې . اوځینی مخالیفین بیا دکرزې دبانډلخوا دملامحمد عمرپه کورکی دام� �یکااستخباراتوته دالقاعدې سره دتړاوپنامه امریکایانواوکاناډایانوته پلاس ورکول کیږې کورونه ېې تلاښی کیږ ې په داسې حال کی چی خلګ دکورودتلاښی سره ډیرحساسیت لرې اوځنی مخامخ لکه دبینوا دویب پاڼې مشرمحمدیار وهل کیږې اوتهدیدیږې که داټول مشګلات سره راټول کړوخلګ مجبوردې دې ډول کراېې اونمایشې جلسوته ولاړسې خو چی له جلسوراووزې نوبیا یوبل ته واېې چی ډوډې دکرزې خورې کارتونه کوروساتی په په یوه جلسه چی دکندهار دقومونوپنامه په لومړې سرکی ترسره سوه داڅګزودقوم یومشر اوسپین ږیرې ولاړسو اوپه عامه جلسه کیی وویل چی اې خلګو! په څاه کی موموږک لویدلې ترځوموږک له ځاه ونه باسې نورددی ځاه اوبه دچښلوندې دکرزې ورورورته په قهرسو اوپه ډیره ګیله داخګزوسپین ږیروته مخ راوواړاوه چي ښه لنګې موراکړه یا بوبله جلسه دبارکزو دقومی غونډي په نامه رابلل سویوه کله چی خلګ هلته ورغله نوهیځ بارکزې خبره ونکړه ځکه هغوی دیوې � �ومی غونډې پنامه رابلل سویوه خوپه اخرکی یوغیربارکزې ولاړسو چی هغه یوبې قومه چاپلوس کس دې اوعمرېې په چاپ� �وسې اورشوت کی تیرسویدې پرته له نوروخبرو ېې دکرزې ملاتړاعلان کړی خلګ خوابدې راولاړسوه اواکثروسره ویل چی داځوک دې چی زموږ نماینده ګی کوی . دالکوزو دقوم پنامه غونډه جوړه سو ه چي په هغه کی دالکوزومشران چی عبارت له عزیزالله واصفی څخه دې حاضرنه وه اوهغه انکارکوی چی داغونډه نه ماکړې ده اونه زه په خبریم ګل اغا شیرزې دپ� �اردپاره دخیرات اومیلمستیاپه نامه خلګ راوبولې اوبیا کله چی خلګ سره راټول سې کمیرې ولاورته راولې عکسونه ېې واخلې اوبیا خالد پښتون په یوه اطاق کی بیانیه ورکې دشیرزې دپلار دخیرات دغونډې سره یی یوځاې کړې او دکرزې دملاتړغونډه ېې اعلان کړې اوکله چي خلګ رخصیتېږې په پاکت کې دوه درې سوه ډالره په لاس کی ورکې، همداسې اکثره غونډی چی کیږې دکرزې ورور،او والې ولسوالانوته احوال لیږې اوورته واېې چی دومره کسان راولیږې کله چی هغوې له اطرافونه راسې ډوډې وخورې په کیمره کې عکسونه ثبت کړې اودکرزی دملاتړغنډه ېې اعلان کړې . نوروکاندیدانوخو� �اتراوسه هلته دامنیتی مشکلاتو اوددولتې ارګانواودکرزې دبدمعاشانو دمخالفت په نسبت داسې غونډې نه دې کړې دشپی دنیاز پنامه دپولیسویوصاحب منصب راوزې دنوروټولوکاندیدانو عکسونه شکوې عام ولس بیا دکرزې پ� �عکسومدارې پاشې خواکثره مشران که جهادې دی که ملې اوقومې دې په پټه خپلې اړیکی دنوروکاندیدانوسره ټنګې کړېدی خونه غواړې دوخت ترمخه ځان رسواکړی څکه هغوی دداسی مشکلاتوسره اشنادی چی لوړورته اشاره وسوه نواکث� �یت خلګ په دې عقیده دې چی لوې کندهاربه اصلارایی استعمال نکړی اوکه ېې استعمال کړې یوا زې ښارې خلګ به ټو� �ټاکنوته ولاړسې نوپه دې خاطربه دلوې کندهارراېې پرمختلفولاروولاړې سې دکرزې په ګټه خوبه بیخی تمامی نه سی خونوروته به هم ډیرې راېې ورنسی خویوشې چی لااوس ښکارې هغه دادی چی په ولسوالیوبه بیا دتیرې دوری په شان ولسوالان اوامینه قوماندانان په زوریا په چل یا په پیسو دخلګوکارتونه راټولوې اودکرزې په صندوقونوکې به ېې اچوې خوداځل به داکارهم ډیرلږوسې څکه خلګ اوس اکثره منکردی اوواېې چی موږ کارتو نه لروډیروخلګوبیا اوس داچل هم زده کړیدې چې پخپلوکې سره وایی پیسی ېې واخلې رایې مه ورکوې"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د چترال او کونړ قومي مشرانونوی تړون لاسليک کړ", "output": "د کونړ ولايت قومي مشرانو د چترال له مخورو سره يو تفاهم ليک لاسليک کړی دی. دغه ټکی د کونړ والي ديدارشاليزي پرون په افغانستان کې د امريکا له سفير رونالډ نيومن او د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان ډيويډ ريچارډز سره په کتنه کې څرګند کړ. د نوموړي په وينا، د چترال له خلکو غوښتنه شوې، چې له سيمې نه افغانستان ته د ترهګرو او جنګياليو پر اوښتو بنديز ولګوي. نوم وړي زياته کړه، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو او مخورو په دې برخه کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده. د کونړ والي له ناټو ځواکونو غوښتنه وکړه، چې خپلې بمبارۍ له حکومتي چارواکو سره په همغږۍ وکړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي. د کونړ والي همداراز په نوموړي ولايت کې د بيارغونې چارو پر چټکتيا ټينګار وکړ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان رسالې پرله پسې ٨١ مه ګڼه له چاپه راووتله .", "output": "د دې ګڼه د ځينو مطالبو سرلیکونه :* دکاناډا په انتخاباتو کې د محافظه کارانو بری* لوی پښټون سیاستوال خان عبدالولی خان وفات سو.* دکابل پوهنتون د استاد ارواښاد پوهاند نور احمد شاکر مړینه یوه لویه علمی او ادبی ضایعه ده.* سفرنامه حج *سال ۲۰۰۵ چگونه گدشت ؟* مضحکه انتخابات پارلمانی ــ اهانتی بس بزرگ به مردم افغانستان* از ملت داشتن تا ملت ساختن* پوهاند استاد نور احمد شاکر په پردیسۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړی .ـــ پروفیسور خالق رشید* لیلام بزرگ تاریخ* کوتاهی وزیر اطلاعاتو و کلتور درمورد تقاضای برگرداندن آثار سرقت شده تاریخی افغانستان از خارج* دفیندی رژیم ـ- د ډاکټر نثار احمد صمد ژباړه* ما هیچ تفاوت را نمی بینیم.* مهمترین وقایع جهان در سال ۲۰۰۵ * تفسیر روزنامه گاردین از احمقانه بودن اعزام نظامیان انگلستان به افغانستان* درنګی پیرامون مصاحبه فرید سیاوش با سلیمان راوش مبتنی بر مضمون ارتداد در اسلام نوشته علی محقق نسب.* د افغانستان سیمنا ته یو ځغلنده نظر – انجينیر واحد نظری* پیشبینی وقایع سیاسی جهان در سال ۲۰۰۶* په ۲۰۰۵ کال کې په نړې کې د ژورنالیستانو تلفات* شرکت سلیم کاروان ګامی در پیروزی دیګر برای خدمت به هموطنان* بوش په جنګ کې ( ۱۹ ) برخه * رساله سخن شناسی – ښاغلي ډاکټر سيد خلیل الله هاشمیان* ادبي مرغلرېاو نور مطالب ، رپوټونه او مرکې په انګريزی برخه کېکه غواړي چې د افغان رسالې هره ګڼه ستاسو پر آدرس درورسیږی، نو مهربانه وکړی خپل د کلني ګدون بيه چې ۶۰ ډالره کیږی په لاندې پټه ولیږی: Afghan PostP. O. Box 300741027 Finch Avenue WestToronto, OntarioM3J 3L6Canada افغان رساله / Afghan Post - ټورنټو - کاناډاتیلفون ۹۰۸۱ – ۴۷۲ (۹۰۵) Tel: (905) 472 – 9081 /فکس ۴۶۸۴ – ۴۷۲ (۹۰۵) Fax: (905) 472 – 4684 / بريښنا لیکafghanpost@rogers.com ويب پاڼهwww.afghanpost.com"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "فرهنګپال وايي که قانع راخوشي نه شي لاريون به وکړي", "output": "له پژواک څخه په مننه په کندهار کې کې دنار رنج خپرندويې ټولنې مشراو دکندهار دکتابپلورنکو وکيل ليکوال سيد احمد قانع يونيمه اونۍ وړاندي په کندهار کې دامريکايې ځواکونو لخوا څخه نيول شوى دى او تراوسه پورې لادرکه دى. دکندهار ښار يو شمير اوسېدونکي وايې چې ښاغلى سيد احمد قانع دلوى اختر په ورځ سهار لمانځه مهال په جومات کې دخپل کاکاد زوي او څلورو تنه نوروکليوالوسره يو ځاى دامريکايې ځواکونو لخوا نيول شوى دى او تر اوسه پورې يې پته نه ده لګېدلې. يو عيني شاهدعصمت الله وايې چې دقانع له نيو ل کېدلو څخه وروسته امريکايې ځواکونو پخپل سر دشاوخوا کورونه هم تالاشي کړل او دروازې يې ور ماتې کړې . په کندهار کې دبېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمدمحمديار پژواک خبري اژانس ته ديوې مرکې په ترڅ کې وويل چې : (( سيد احمد قانع په کندهار کې دکتابونو ديوې خپرندويې ټولنې( نارنج) مشر او په دغه ښار کې دکتاب پلورنکو صنفي وکيل وو.)) نوموړى وايې تر اوسه پورې يې دغې پېښې ته داعتراض په توګه په کندهار کې يوه ستره غونډه جوړه کړې ده او په هغې کې پرېکړه شوې ده چې دولت بايد ژر ترژره دښاغلي قانع دپرېښودلو په اړه ګام پورته کړي. ده وويل چې دولت ورسره منلې وه چې دقانع په راخوشي کولو کې به مرسته کوي خو تر اوسه پورې يې کوم عملي ګام نه دى پورته کړى. دنوموړې په وينا اوس په دې خبره باندي غور کوي چې څه وخت به لاريون کوي. کله چې مي دکندهار له والي اسدالله خالد څخه دسيداحمد قانع دنيول کېدلو په اړه پوښتنه وکړه نو هغه دقانع دنيول کېدلو دخبرې پخلى وکړ او وويې ويل چې دامنت دتنګښت په خاطر له ځينې کسانو څخه بايد پوښتنې ګروېږنې وشي. خو کله چې مې په ځانګړ ي ډول ورڅخه دقانع دنيول کېدلو لامل وپوښت هغه وويل : (( دځينو امنيتي ملحوظاتو له امله نه شو کولاى چې دا خبره روښانه کړو.)) په کندهار کې دافغانستان دژورنالستانو څخه ددفاع کمېټې استازى مفتي احمد فرزان داوري وايې چې دوى تراوسه پورې يې ټول چارواکي دقانع له نيول کېدلو څخه خبر کړي دي خو دده په وينا په دې اړه چارواکوپرې غوږ نه دى ګرولى. فرزان دخپلو راتلونکو پرېکړو په اړه وويل چې که قانع را خوشى نه شي نو دکندهار په ښار کې به يوه بله غونډه را بولې او که بيا هم را پرېنښودل شو نو په لاريونونو بۀ لاس پورې کوي څوپورې چې ددوى غوښتنې نه وي پوره شوې. په کندهار کې دهوسۍ مجلې چلوونکى صالح محمد صالح وايې چې قانع نيول داساسي قانون څخه سرغړونه ده خو زياتوي چې دولت نه له اساسي قانون څخه دننګې وس لري او نه يې هم په بهرنيانو باندي زور رسېږ ي چې داسي کارونو ته دپاى ټکى کيږدي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خوست: د CIA له فعالیت پرته ګزاره مشکله ده", "output": "نتکۍ د خوست ولایت یوه عالي رتبه مقام ویلي چې په دغه ولایت کې به د امریکا د استخباراتي ادارې د کارمندانو د ماموریت پرته حالات ډیر خراب شي. تیره اونۍ په خوست کې په یوه امریکایې مرکز باندي د برید پر مهال د امریکا د جاسوسي ادارې ۷ تنه غړي ووژل شول او اوس دغه اداره وایې چې په خوست کې به خپل فعالیتونه تر نامعلومي مودې پوري وځنډوي. د خوست ولایت سرپرست والي طآهر خان صبري له قوله راغلي چې که چیرته دغه جاسوسي اداره په خوست کې خپل فعالیت ودروي نو دلته به د افغان حکومت حالت کړکیچن شي او ډیری طالبان له پولو راواوړي او د خوست ولایت ته به جدي ستونزه متوجه کړي. په داسي حال کې چې هیڅ یوه استخباراتي اداره په بل هیواد کې له مجوز پرته د فعالیت حق نه لري خو د CIA ګڼ شمیر مامورین د خوست په ګډون د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د حکومت له اجازې او څآر پرته په خپل سر عملیات کوي. ویل کیږي چې ډیری هغه کسان چې د شپې پر مهال د امریکایې ځواکونو له لوري د تلاشۍ د عملیاتو پر مهال نیول کیږي د امریکا د استخباراتي ادارې د مشرانو په دستور تر نامعلومي مودې پوري د افغانستان پّه دننه او له افغانستان څخه بهر د سي اې اې په بنديخانو کې ساتل کیږي. تر اوسه د ښاغلي صبري د دغې خبري په افغان مرکزي حکومت څه ندي ویلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بریټانوي وزیر له جنرال وردګ سره وکتل", "output": "میرویس جلالزی د بريټانیا د دفاعي چا� �و وزیر پرون په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او دغلته یې له خپل افغان سیال جنرال رحیم وردګ سره وکتل.د ملي دفاع وزارت سرچینې وویل چې دواړو وزیرانو د افغانستان د انتخاباتو په امنیت او له کابل سره د لند په مرستو خبري وکړي.د دغه لیدو کتو نور تفصیلات بینوا ویب پاڼی ته نه دي را رسیدلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کليو د پراختيا او بيا رغاوني وزير هلمند ته سفر وکړ", "output": "د كليو د پراختيا او بيارغاوني چارو وزير احسان ضيا د پنج شنبې په ورځ هلمندولايت ته سفر وكړ په هغه غونډه كي چي په لښكرګاه كي د نوموړي ولايت د بيارغاوني لپاره جوړه سوې وه نوموړي وويل چي دوئ به په راتلونكي كي په دغه ولايت كي د بيارغاوني كارونو ته چټكوالى وركړي . او د هلمند پر چارواكو يې ږغ وكړ چي كه هرڅومره د بيا رغاوني پروژې پلي كولاى سي نو دغه وزارت به ورته بوديجه وركړي . هغه زياته كړه چي د � �ښكرګاه څخه مارجې او ګرشك ولسواليو ته غزېدلي ديرش ديرش كيلو متره سړكونه به ډير ژر پاخه سي . ښاغلي ضيا خبريالانو ته وويل چي د موسى قلعه د ولسوالۍ د زيانمنو سويو خلكو لپاره يې يو ميليون ډالر هلمند ته راستو� �ي دي چي ډېر ژر به په كار ولوېږي . نوموړي زياته كړه چي په موسى قلعه ولسوالۍ كي به د جنګ جګړو له امله د خلكو وران كورونه ، د بازار سړكونه او ماركيټونه جوړ كړي . د كليو د پراختيا وزير خبريالانو ته د خپلو خبرو پر مهال دا هم وويل چي په هلمند كي به د بيارغاوني راتلونكي ټولي پروژې ددغه ولايت اوسېدونكي پر م خ بيايې هلمند والي اسدالله وفا د خپلو خبرو پر مهال راغلي وزير ته ډاډ وركړ چي د بيارغاوني د كارونو لپاره امينت ډاډمن دى او دوئ به په دې برخه كي ډېري نوري هلي ځلي هم وكړي . كه څه هم سږكال د بيا رغاوني كارونه په هلمند كي تر پخوا زيات سوي دي خو ددغه ولايت خلك شكايت كوي چي پر داسي پروژو كار نه دى سوي چي د خلكو اقتصاد وروسره پر پښو ودريږي . او داسي پروژي هم ډيري كمي دي چي پخپله دي د هلمند اوسېدونكي او يا هم افغانان كار كوي دوئ وايې چي دلته د بيا رغاوني د كارونو په برخه كي ډېري پاكستانيان كار كوي او كه چيري افغانان كار كوي نو تر بهرنيانو لږ مزدوري وركول كيږي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څلوریزه", "output": "څلوریزه کله په لاسو کې مې نړی وینم کله بیا د اوښکو غاړه کی وینم کله د چا ژوند شمه په مینه کې کله کله سترګې د چا سپی وینم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دكورنيو چارو وزارت اودکابل امنيې قوماندانۍ اعلاميه!", "output": "په ريښتيا چې د جوزا د اتمې ورځې پېښې د ټول هېواد لپاره او په ځانګړي ډول زموږ لپاره ډېرې ننګوونكې وې، ځكه پېښه زموږ له كابو څخه ووته، ښار غلو اولوپرانو ته په لاس ورغى، زموږ له ډېرو پوليسو يې وسلې واخيستې، پوستې يې ترې ونيوې، ډېر ځايونه يې وسوځول، د ډېرو دفترو او ادارو سويې چيغې اوچتې شوې او هغه سرې لمبې چې له ډېرو دفترونو پورته شوې، هغه خو هر چا و� �يدې….، خو پرموږ پورې خپل ځان اور وو، نر هغه وو، چې خپله درېشي وباسي او په مظاهره چيانو كې ورګډ شي، د كابل په هره دويمه او دريمه كوڅه كې درى څلور مړي وشول، خو موږ يوازې د ګوتو په شمېر مړي اعلان كړل. تر څو عامه امنيت ته ګواښ متوجه نه شي. دا په زغرده وايو چې كه دا لاريونيان انقلابيان واى، نو اوس به په كابل كې د واك پر ګدۍ نور څوك ناست وو داچې زموږ، خارجي ځواكونو او بهرنيو كسانو حال به څه وو، دا يواځې يوه خداى ته معلومه وه، (خو شكر چې داسې پېښه نه وه) دا هم منو چې دداسې پېښو پر وړاندې اړونده ناكام مسئو� �ين سم په لاس خپله ناكامي اعلانوي او له خپلې دندې څخه لاس په سر كېږي، (خو دا افغانستان دى!) � �ېر خلك وايي، چې پوليسو بايد اوښكې بيوونكى ګاز كارولاى واى، بايد پر خلكو يې اوبه شيندلې واى او په يوه طريقه نه يوه يې خلك تيت پرك كړي واى او بايد دوى مجهزه اطفائيه درلوداى، خو موږ د بشر حقوقو او ددېموكراسۍ اصولو ته په درناوي له پيله دا ډول څيزونه نه اخيستي او نه يې په راتلونكي كې د چمتو كولو كوم نيت لرو، ځكه زموږ پوليس بې تجربې دي، ښايي د اوښكې بيوونكي ګاز او د اوبو شيندونكو وسايلو په كارولو سره د بشر حقوق تر پښو لاندې كړي، موږ ته يوازې او يوازې د تېزو او چټكو موټرو اړتيا ده، ځكه زموږ ډېر سربازان اوس هم په پښو ګرځي او د پېښې په ورځ خو ډېر خواركي پوليس د لاريونيانو تر بريد لاندې راغلل او له ډېرو يې وسلې واخيستې، نو د محترم حامد كرزي څخه مو دا هيله ده چې له موږ سره د نورو ښو او مجهزو موټرو مرسته وكړي، ترڅو خداى مكړه داسې ناوړه پېښې بيا تكرار نه شي، د ښو موټرو د تر لاسه كولو په هيله . دا طنز ښاغلي محمد هلال سمسورليکلی دی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بلخ پوهنتون زده کوونکو لاريون وکړ .", "output": "د بلخ پوهنتون په سلګونو زده کوونکونن ددغه پوهنتون د رئيس انجينير حبيب الله د ناسم چلند په وړاندې مظاهره وکړه اود زده کړې ، خوړو او ادارى فساد د مخنيوى په اړوند يې د اصلاحاتو غوښتنې درلودې . دوى د پوهنتون مشر په دې تورنوى چې د انجينيرى د پوهنځۍ يو زده کوونکى يې په څپړه وهلى او سپکې سپورې يې ورته ويلې . د پوهنتون رئيس بينوا ته وويل : چې مظاهره سياسي بڼه لري او رقيبان يې غواړي له دې لارې، دى له دندې ګوښه کړي . د بلخ پوهنتون کې اوس مهال ٦ زره زده کونکى په لوړو زده کړو بوخت دي .مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د پوهتنون رئيس دې د خپل ناوړه چلند په اړوند له دوى نه بخښنه وغواړي .ستونزه د يو تن زده کوونکى د پيږند پاڼې ( کارت) د لرلو او نه لرلو په اړوند رامينځ ته شوې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په فراه کې ٤ تنه د ترهګرۍ په تور نيول شوى دى", "output": "د فراه ولايت امنيتي چارواکى وايي ، چې د يو پاکستانى په ګډون يې ٣ تنه افغانان چې د کويټې له لارې افغانستان ته د ځانمرګو او ترهګرو عملونو د ترسره کولو په موخه راغلى وو له يو اندازه چاوديدونکو توکو سره يو ځاىنيولي دي . چارواکى وايي دوى غوښتل چې د ولايت ودانۍ ته نيږدې ځانمرګى عمل ترسره کړي . همداشان په دغه ولايت کې د هبيتات دموسسې يو تن افغان کارکونکۍ،چې د سولې پيوستون په پروګرام کې يې کار کوو په ډزو وژل شوى دى."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کابل کې چاودنې يو دولتي عسکر ژوبل کړ .", "output": "په هغه بمي چاودنه کې چې نن له غرمې وروسته د ٣ بجو په شاو خوا کې د کابل ښار په شپږمه ناحيه کې د سړک پر غاړه رامينځ ته شوه د ملي اردو يو سرتيرى ټپي او موټر يې ويجاړ شو .د پېښې سيمې ته بهرني او دولتي ځواکونه رسيدلې او په دې هکله يې پلټنه پيل کړې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تازه خبر : په کندهار ښار کي چاودني لس تنه ټپيان کړه", "output": "احمد لودين نن غرمه يوه بجه په کندهار ښارکي يوي بمي چاودني ملکي وګړي ټپيان کړه چاودنه د کندهار ښار په دوهمه حوزه کي زرغوني انا ليسي ته څيرمه په يوه ګلدان کي د ځاي پر ځاي سوي ماين له کبله رامنځ ته سوه د کندهار د امنيت امر فضل احمد شيرزاد بينوا ته وويل چي د چاودني په وخت دولتي او يا هم بهرني ځواکونه په سيمه کي نه وه چي ښکار يي ملکي وګړي سوه دده په خبره چي دوه تنه چي يو يي ماشوم دي ټپيان سوي دي چي حالت يي د انديښني وړ نه دي خو په کندهار کي دميرويس روغتون نوکريول ډاکټر وايي چي دوي ته دنوموړي پيښي لس تنه ټپيان ور وړل سوي دي چي د څلورو تنو حالت يي دانديښني وړ دي د پيښي پړه تر دي مهاله چا په غاړه نه اخستي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ٢٨ طالبانو د وژني ادعا وسوه", "output": "نړيوالو مطبوعاتو د غزني د والي له خولې د ٢٨ طالبانو د وژني خبر ورکړ. د غزني والي معراج الدين پټان وايي تېره ورځ افغان ځواکونو د ناټو د هوايي ځواک په مرسته د دغه ولايت په اندړو ولسوالي کي ٢٢ او په ناوه ٦ طالبان د عملياتو په ترڅ کي ووژل. د نوموړي په وينا په عملياتو کي افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دئ رسېدلى. د يادوني وړ ده چي د اندړو ولسوالي د دغه ولايت يوه له تر ټولو نا ارامو سيمه ده چي هر وخت د نښتو خبرونه ځني ورکول کېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغان لیکوال عبدالاحمدمحمدیار سره د کندهار د چارواکو سلوک په نړیواله کچه وغندل � �و", "output": "عزمت علی د بشر د حقونو یو شمیر مدافع سازمانونو، د خبریالانو مدافع ټولنو، آزادو لیکوالانو، ژو� �نالیستان، شاعرانو او فرهنګګپالو له کندهار میشت لیکوال او شاعر عبدالحمدمحمدیار سره د کندهار ولایت د چا� �واکو شوی سلوک په کلکو الفاظو وغانده .عبدالاحمدمحمدیار د پنجشنبې په ماښام د انارګل د مشاعرې پر مهال په ناڅرګند دلیل د ملي امنیت ریاست د مامورینو له خوا له غونډې وایستل شو او کلک وهل شوی ډبل شوی دی.د کندهار والي توریالي ویسا ته ور نژدې سرچینو وویل چې محمدیار د والي په دستور، د اطلاعاتو او فرهنګ د ریس عبدالم جیدبابي په سلا ، وهل شوی ډبول شوی دی.ښاغلی محمدیار له څو کلونو را پدې خوا په جنوبي افغانستان او په خاصه توګه په کندهار کې د فرهنګي خوځښتونو یو عمده ملاتړ کونکی او پالونکی شمیرل کیږي چې په ورته وخت کې د یوې مجلې م� �رې هم ور په غاړه ده.په اروپا کې د افغانانو ټولنو په کابل کې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون، د سفما ټولنې، � �زادو ژورنالیستانو او لیکوالانو د محمدیار وهل ټکول په کلو ټکو وغندل او په مشخصه توګه یې پر افغان ولسمشر غږ کړې چې په دغه قضیه کې مداخله وکړي او د پیښې عاملین او د بشر د حقونو دغه سرغړونکي د ټول ولس پر وړاندي مح اکمې ته را کش کړي.د ولسمشر کرزي دفتر چې ټولي پیښې له نژدې څارې تر اوسه په دې باب خپل نظر نه دی څرګند کړی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دفراه ولایت د ناامنیو په اړه ولس مشر ته سرخلاصی لیک", "output": "دفراه ولایت د ناامنیو په اړه ولس مشر ته لیک باور به دي نه راځي چي په داسي ښار کي دي ژوند کوم چي امکان لري هره شیبه د مرګ له دیو سره مخامخ شم او د ابد نړی ته وګرځم . دا یواځي زما ستونزه نه ده، بلکه ددې ځای ټول خلک ورسره لاس او ګریوان دي . هره ورځ چي د کوره کارته ځم، فکر کوم چي بیا به کورته را ستون نشم . کله چي سهار شي نوبیا د یو بل څخه پوښتنه کوو څه نوي خبره؟ څوک خوبه يي نه وي تښتولۍ؟؟؟ خو ډیر کم داسي پیښیږي چي وانوورو « فلانی دي پیژندی؟ پرون/نن تښتول شوی دی . هغه فلانی يي د فراه – هرات/فراه – کندهار پر لویه لار د ۳۰۳ موټر څخه کښته کړی . هغه فلانی زده کوونکی چي ډیر لایق او د ښه استعداد خاوند ؤ، هغه چي یوتحصیلي بورس ته هندوستان ته کامیابه شوی ؤ او غوښتل يي چي ولاړشي، په لاره کي يي مخ را ګرځولی او د موټر څخه يي کښته کړي . او با الآخره ( هغه د فلاني خان ښځ نه وه، هغه يي د دوو ماشومانو سره تښتولی.............) « دا هغه څه دي د ټولو فراهیانو غوږونه ور سره اشنا دي . آوازي په هره سیمه کي شته، خو هغه بیا په رشتیا هم یو آوازه شي او زیات وخت هغه دروغ وی، خو زما په ښار کي داسي نه دی، دلته چي دي کله یوه خبره واوریدل هغه بیا سل په سلو کي رښتیا وي . بیا هم دلته اوری :« رشتیا خبر شوي؟ هغه دفلاني د زوی د خلاصیدو په بدل کښي يي شل ملیونه ایرانی تومان غوښتي دي . خبر شوي؟ هغه د فلاني زوی چي يي تښتولي ؤ هغه يي وژلی د ی . خبريي، هغه فلاني چي يي تښتولی ؤ، دهغه نښي نښاني په فلاني غره کښي پیدا شوي . او رښتیا! وايي هغه د فلانی ښځه د کورني اختلافاتو لپاره تښتول شوي ده . او دا بږنونکي خبر د هر ملګري او خواخوږي څخه اوري چي ( ګوره! ځان ته دي ډیر پام کوه، د سړي تښتونکو یو نوی بانډ پیدا شوی چي د ډیر � �ږو پیسو دپاره خلک تښتوي او که پیسی ور نکړي سمدستي يي سر له تنه بیلوي) او داسي نور «دغه او دي ته ورته خبرو پر ټولو خلکو بده اغیزه کړي او ټول انديښمند دي، دهیچا پرڅهره به د خوشحالی نښه ونه ویني . نر، ښځه، لوي، کوچني، ځوان او سپینږیري ټول په دغه فکر کي دي چي څنګه ځان دغه ځناورو د منګولو څخه وساتي . ت� �ټولو بد وحشت او ډار د زده کوونکو په څهرو کي څرګندیږي او هره ورځ زړه نا زړه د کوره د ښوونځي په لور روان شي، ارو مرو به فکر کوي چي ګویا د هغي خوا به ژوند یا روغ رمټ بیرته راستون شم او که نه؟ ایا زه او یا کوم بل ټو� �ګیول خوبه مي ونه تښتول شو او ........؟؟؟کله چي ټولګي ته داخل شي، سمدستي د ښوونکي څخه پوښتنه وکړي ایا رښتیا ده چي ښوونکوته يي اخطار ورکړی او دايي هم ویلي چي ټول هغه کسان چي ښوونځي ته ځي هغوی ته مونږ خبر ور کوو چي � �اړنشي؟؟؟ښوونکی ددې لپاره چي زده کونکوته يي ډاډ ورکړی وي، وايي دا هسي خبري دي، هیڅ هم نشته . دهر درس دشروع نه مخکي، د خبرو اترو جریان ښه تود وي او هر زده کوونکی خپله انديښنه د خپل ښوونکي او ټولګیوالو سره ش� �یکه وي . ځیني ددې ټولو ستونزو لامل بهرني پوځونه بولي، ځیني بیا خلک ملامته وي او ځیني بیا حکومت په بي کفایتی تورنه وي . ددې لپاره چي هره شیبه د عامو اوبي ګناه هیوادوالو د وژني او ځورني شاهد ونه اوسم ، د افغانستان تلویزیوني چینلونه مي بند کړي او نه يي ګورم ځانته دوکه ورکوم سریال، فوټبال او یا هم کومه بله لوبه ګورم، هغه هم د بهرني چینلونو څخه . ځیني وخت مي ستوني را ډک شي او ډیر مي په خپل ځان او هیوادوالو زړه وسوځي او خداي (ج) مخاطب کړم چي ای د قدرتونو او کمال خاونده! مګر مونږ کومه داسی ګناه کړي ده چي ستا دداسي عذاب سره مخ سوي یو؟ خو د بل پلوه، دولتي مسؤلین ګورم چي اصلاً په دي خبرو سر نه ګرځي او نه هم دوی ته ارزښت لري، خلک سخت نفرت ورڅخه کوي، حتی د خپلو خپلوانو د تښتولو او یا هم بي ګناه وژنوخبر هم دولتي چا� �واکو ته نه ورکوي، ځکه چي بیا یو کمیسو ټاکل کیږي دموضوع د څیړني لپاره.......!!!!! دهغه ورځي څخه چي ځوان زده کوونکی د خپلو هیلو د بڼ څخه د یوې هیلي د پوره کیدو لپاره هندوستان ته دلوړو زده کړو لپاره په سفر روان ؤ او بیا په لاره وتښتول شو، هغي ورځي را پدیخوا وینو چي ځوانان بیخي نا امیده شوي دي، او پښیمانه ښکاري چي کاش سواد يي نه واي زده او ښوونځي يي نه واي لوستي، ځکه هغه بی ګناه ځوان بغیر له دې نه بل څه جرم درلود؟؟؟ ځیني وخت فکر کوم چي شاید زه په منځنی پیړی کښي ژوند کوم، هیڅ باور مي نه راځي چي په یوویشتمي پیړی کښي دي زه په داسي یو هیواد کښي ژوند کوم . څو ورځي مخکي يي د هغه ځوان زده کوونکي هډوکي د هغه وکورنی ته وسپارل او تراوسه مع� �ومه نشوه چي دا هډوکی د هغه ځوان دي که یا!!! باور لرم چي تاسو په دې خبرو باور نکوي، خو کاش چي دا رښتیا نه وای، خو څه وکړو چي یو تریخ حقیقت دی . څو ورځي مخکي مي غوښتل چي ولس مشر ته یو لیک ولیکم دده د انټر نيټ پاڼي (ویب سایټ) له لاري، تر څو د فراه ولایت په روانو حالاتو ورته یو څه ولیکم . خو ملګرو راته وویل چي ویب پاڼه يي په هفتو او میاشتو نه تازه کیږي او هغه هیڅ خبر ندي په ویب پاڼي .زه نه پوهیږم چي ایا کولای شم چي ښاغلي ولس مشر دخپل خلکو د ژند څخه چي هره شیبه د مرګ سایه احساسه وي او د مرګ له دیو سره مخامخ دي ددې لیک په واسطه خبر کړم . خوخیر په هر حال، خپل زړه خوبه خالي کړم شاید د ښاغلي ولس مشر د سلګونو مشاورینو څخه یو نابب� �ه دا مقاله ولولي او ښاغلی ولس مشر دخلکو ددې درد څخه خبر کړي . ښاغلی ولس مشر! نه پوهیږم چي تراوسه دي د خپل ګران زوی میرویس بیقراري او ځوریدل لیدلی؟ ایا داسي حالت راغلی چي هغه ډیر بیقرار او په تکلیف وي او ستا او دمور څخه مرسته غواړی؟ که دې لیدلی دي، نو یوه شیبه د هغه ماشومانو، ځوانانو، سپینږیرو او ښځو په حال هم ځان خبر کړه چي د نا امني تر سیوري لاندي د فراه غوندي ولایت کښي د ژوند شپي او ورځي سبا کوي او هیڅوک دهغوی درد نه دوا کوي او د هغوی ستونزي نه اوري . دا یوه خبره سپینه در ته کوم چي دا ټول هغه کسان دي چي هیڅ ا� �تصادي توان نلري چي مهاجر شي د هغه زرګونو نورو کورنیو په څیر چي دخپل کور او کلي پريښودلو ته د ناامنی له وجي اړشوی . ښاغلی ولس مشر! ایا د اختطاف درد دي تراوسه څکلی؟ ایا د هغه بوري مور چي د خپل یواځني زوی د تښتیدلو او بیا وژلو په غم کښي سوي کوکاري وهی او ریدلای سی؟ ایا د هغي په درد پوهیږي، چي هغه دخپل ځوانیمرګ زوي درد څونه ځوروي؟ایا د هغه پلار په حال چي زوي يي دمخي نه تښتول کیږي او څو ورځي ورسته يي هډوکي ورته رالیږي خبر یي؟ ایا پوهیږي چي د هغه کس به څه حال وي چي ښځه او دوه کوچنیان يي تښتول شوي دی؟دا بیچاره ولس د چا دروازه وټکوي ښاغلی ولس مشر؟؟؟ تراوسه لا ستا هغه رنګا رنګ انتخاباتی شعارونه ځاي ځای ځوړند دي . څه سوي هغه خبري، څه سول هغه سره او شنه باغونه........ ایا دا ددیرشو کالو خواری او تکلیفونه بس ندی چي پردي ملت راغلي؟ زه ستا څخه ځواب غواړم، ځکه چي اوس ته ددې هیواد او خلکو مسؤل يي . مونږ ستا دسړکونو، بندونو او روغتونونو دبیا رغوني شعارونه درته بخښو، یواځي امنیت غواړو. پریږده چي وږي ویده شو، پریږده چي خ� �ک مو زاړه کالي واغندي، پریږده چي لڅي پښي وګرځو او لوږه مو څهره را بدله کړي، خو په امن کی و اوسو.ایا را ته ویلاي سی چي ددې ناامنی او بي باوری مسؤل څوک دي؟ ستاسو دولتي مسؤلین د څه شی لپاره دي؟ بهرني سرتیری او په اصطلاح زمونږ دوستان په دې هیواد کي کومه وظیفه لري؟ د امنیت ساتلو او که پرواده او یا ملي پولیسو باندي د بم بار کولو؟؟؟ ښاغلی ولس مشر!مونږ ته ووایه چي کومه دروازه و ټکوو، چرته ولاړ شو او څه وکړو؟! م حمد اسحاق شیوانیفراه، افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د علامه محمودطرزي څلوريزه د حکمت الله حکمت ژباړه", "output": "در غربت اگر مرگ گيرد بدن من؟ ايا که کند قبر و که دوزد کفن من؟ تا بوت مرا بر سر کوهي بگذاريد تابادوزد برسرمن از وطن من علا مه محمود طرزي - استانبول - ترکيه که غربت کي مي مرگ واخلي زما بدن؟ څوک به کنيدي راته قبر ، څوک به گنډي زما کفن؟ کښيږدی زماتابوت دغره په سر چي را لګيږي نسيم زما دوطن ژباړه :حکمت الله حکمت مالمو _ سويډن"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "نوازشرف: د پښتونخواه نوم دي ټول پوښتنې ته کیښودل شي", "output": "میرویس جلالزی د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف ویلي چې د پښتون خواه نوم باید ریفارنډوم ( ټول پوښتنې) ته کیښودل شي دا ځکه چې د نوموړي پروینا په پښتونخواه باندي د سوبه سرحد نوم اړولو سره ډیری پاکستانیان موافقت نه لري او د سرحدایالت نوم داکثریت پاکستانیانو له خوښې پرته بدل کړای شوی دی.نواز شریف دغه څرګندوني د چهارشنبې په ورځ کړي دي.د پاکستان لومړي وزیر آصف علي زرداري په سرحد ایالت کې دمیشتو پښتنو په غوښتنه تیرکال د دغه ایالت نوم رسماً په پښتونخواه بدل کړ.د نوازشریف د دغې غوښتنې په غبرګون کې د چهارشنبې په ورځ د پیښور په پرس کلب کې د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر افراسیاب خټک ژورنالیستانو ته وینا وکړه.نوموړي وویل چې د نواز شریف دغه بي بنسټه غوښتنه د منلو وړ نه ده او په پښتونخوا کې ټول میشت قومونه د پښتونخواه له نوم سره موافقت لري او دغلته میشتو پښتنو له ډیرو کلونو راهیسي د خپل دغه آرمان د پوره کولو لپاره هلي ځلي کړي دي.د نوموړي ګوند سوبایي مشر بشیر بلور هم د ښاغلي خټک وینا تاید کړه او د پښتونخواه د نوم په اړه یې د نواز شریف د ریفرانډوم مسله د نه منلو وړ وبلله."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "له مخالفانو سره د ملي پخلاينې تګلاره بريالۍ د ه .", "output": "په کابل کې د واليانو او قوماندانانو له دوه ورځني سيمنار وروسته د افغانستان دسولې او ملي پخلاينې د کميسيمون مشر صبغت الله مجددي پرون يوې خبري غو نډې ته وويل .په هېواد کې د ملي پخلاينې تګلاره بريالۍ ده خو د پاکستان ځينې کړۍ په دې لاره کې خنډونه پيداکوي او په ناکراريو کې لاس لري .مجددي د پاکستان د ځينو علماوو او استخبارتي کړيو ته ګوته ونيوله او زياته يې کړه چې پرويز مشرف په دې کې لاس نه لري . ده وويل ددغې تګلارې پر بنسټ تر اوسه ٧٠٠ مخالف طالبان له دغه پروسې سره يوځاى شوي دي چې په هغوکې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو دوزير مولوى وکيل احمد متوکل په څير نور لوړپوړي چارواکي هم شامل دي . ده د طالبانودمشر ملا محمد عمر او د اسلامي ګوند مشر انجينير ګلبدين حکمتيار راتګ او يو ځاى کيدل ناشوني و نه بلل خو زياته يې کړه چې ددوى د بخښنې واک راتلونکۍ پارلمان لري . د مجددي څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې دهېواد په ځينو برخو کې د مخالفانو او طالب اورپکو بريدونه زيات شوي دي او ملا محمد عمر او حکمتيار څو ورځې وړاندې د ځانګړو پيامونو په خپرولو سره افغان ولس د امريکايانو او انګريزانو پر ضد جهاد ته رابللى وو.حکمتيار ويلي وو ترڅو چې امريکايان په افغانستان کې وي خپل جهاد ته به ادامه ورکو ي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د امريکا نوى جمهورريس او د افغانانو غوښتني (هاري)", "output": "د امريکا نوى جمهورريس او د افغانانو غوښتني امريکايانو د ٢٠٠٨ د نومبر پر څلرمي په يوه حيرانونکي او تاريخي انتخاباتو کي ٤٧ کلن تور پوټکى جمهورريس انتخاب کړ. باراک حسين اوباما به د امريکا ٤٤ جمهورريس وي. باراک اوباما به د يوه داسي ملک جمهورريس وي چي دم گړى د نړۍ يوازنى سوپر پاور دى. په شرق او غرب کي يې � �درت خور دى. پوځي طاقت يې بې سياله دى. اقتصاد يې د نړۍ د اقتصاد اينجن او لوکوموتيف دى. د اوباما پدې تاريخي کاميابي کي د امريکا ٩٥ فيصده تور پوستکو، ٦٦ فيصده ځوانانو، ٥٤ فيصده امريکايي کاتو� �يکانو، اکثرو مخورو او منورينو، زياترو امريکايي هسپانويانو، ښځو او نارينو، نيستمنو او شتمنو، سپين ږېرو او سپين سرو، نويو مهاجرو امريکايانو، او تر ټولو مهمه ميلونهاوو امريکايي سپين پوټکو فعاله ونډه واخيسته. د ښاغلي اوباما برى نه يوازي په متحده ايالاتو کي د عامه خلکو لخوا په جشنونو او خوښيو بدرگه سو، بلکي په نړيواله ټولنه کي يې هم ډېره زياته خوشبيني ايجاده کړې ده. په افغاني ټولنه کي، دننه او بهر، د ښاغلي اوباما لپاره يو پراخ او ځوان نېک نظر موجود دى. په بين المللي ټولنه کي، په اروپا، اسيا، جنوبي ام ريکا، اسلامي نړۍ، او په آفريقا کي عامه خلکو او حکومتونو د ښاغلي اوباما حيرانونکى موفقيت او چټک سياسي عروج ښه زيرى بللى دى. د متحده ايالاتو همدې خواري کښ او تحصيليافته منتخب جمهورريس د سولي او ثبات د ټينگولو مړې او کمزوري هيلي بېرته را ژوندۍ کړې. يو وار بيا دا هيله را پيدا سوه چي د بنيادي اصلاحاتو او بنسټي کارونو د کولو لپاره به نوې هڅه او موثر اقدام وسي. ثبات او عدالت به تامين سي. سوله او رڼا به راسي. � �زادي به ټينگه سي. که څه هم، د ښاغلي اوباما انتخاب به په متحده ايالاتو کي ټول نژادي او جنسي تبعيضونه او نيمگړتياوي ليري نه کړي، خو يو مهم نژادي خنډ چي په پېړيو پېړيو په امريکايي ټولنه کي پروت وو، مات او � �رې ذرې کړ. همدا راز، د اقلتونو او ښځو د حقوقو د اعادې لپاره يې دننه په امريکا کي ښه فرصت برابر کړ. د هغه کاميابي قاطع او پرېکنده وه. اوباما د انتخاباتو په مقدماتي دروه کي د کلنټن غښتلى سياسي م� �ين مات کړ. پوره شپاړلس کاله کېږي چي دکلنټن سياسي ډله او مشين په يموکرات گوند کي سيال او رقيب نه لاري. خو اوباما په ډېرمهارت لمړى مېرمن کلنټن ته ماتې ورکړه، او بيا يې بېرته مېرمن کلنټن خپله ملگرې او شريکه کړه. د اوباما د انتخاباتي ټيم، کمپېن، او په پېخر رضاکارانو بل کمال له انټرنيټ څخه هر اړخيزه او م بتکره گټه اخيستل دي. هغوى دسياست په دنيا کي نوي لاري چاري پرانيستې. د ښاغلى اوباما انتخابات يوه داسي ستره سياسي حادثه ده چي څه تامل ته اړتيا لري. د امريکا په سياست او ټولنه کي يوه ښکلې نوې تاريخي پېښه ده. ددې ټيم يو بل کمال دا دى چي هغوى د اوباما تر مشرۍ لاندي د سولييزي سياسي مبارزې په زور او مټ ستر اجتماعي او سياسي بدلون راوست. اوباما او د هغه ټيم د انتخاباتو په اوږده جريان کي يوه لويه اشتباه هم ونکړه. تر پايه پوري يې خپل تهاجمي حالت وساتى. هغه د انتخاباتو په جريان کي خپل اصلي ماموريت او مهمو ټکو ته تل وفاداره پاتي سو. د عراق د جنگ سره يې خپل مخالفت ته دوام ورکى. د عراق څ خه يې د امريکايي عسکرو پر را ايستلو باندي ټينگار وکى. د امريکا خراب اقتصاد يې د انتخاباتو محوري موضوع وگرځوله. اوباما پخپلو ويناوو ،مناظرو ، او اعلاناتو کي خپل رقيب د رپبليکن د گوند کانديد ښاغلى مک کېن د بوش د ناکامه پاليسيو سره يو ځاى غوټه او وگانډه، او بيا يې د تاريخ توري کندي ته ور ټېله کړ. دا انتخابات د امريکا په تاريخ کي تر ټولو گران او قيمتي انتخابات وه. سياسي اعلانات اکثرا منفي او زيانمن وه. ددې ټولو سره سره، ښاغلى اوباما، د يوېشتمي پېړۍ په سر کي، د يوه داسي سوپر پاور جمهور ريس سو چي په داخل او خارج کي د سترو او سختو چلنچونو سره مخامخ دى: د عراق او افغانستان بد او نه تمامېدونکي جنگونه، د چين، هند، او روسيې اقتصادي او نظامي چلنچونه او تهديدونه، کمزورى اقتصاد او د بودجې کسر، په خارج کي د امريکا بد نوم او نښان، او په داخل کي په پېخر اقتصادي او اجتماعي ستونزي. په هر صورت، د اوباما کار سخت او دروند دى، او لاره يې اوږده او گرانه ده. ستونزي يې ډېري دي. منابع يې محدودي او مخ پر کمېدو دي. خو عالي ارمان او ښه ماموريت،پخه اراده او نر استقامت، ښه ستراتيژي او پوخ تاکتيک، مدبر او مبتکر ټيم، او خوارۍ او زحمت کولاى سي چي بېرته سوله، پرمختگ، همکاري، امنيت، او عمومي سعادت او نيکمرغي راولي. جنگ ختم کړي. د قانون ح اکميت او عدالت تامين کړي. سوله او خندا را څرگنده سي. او ژوند، ازادي، او خوشحالي زياته سي. افغانستان ،عراق او خارجي پاليسي که څه هم، ښاغلي اوباما د افغانستان په باب په تفصيل خبري ندي کړي، خو لږ او ډېر چي يې کړي دي د افغانستان په گټه او خير يې کړي دي. هغه وايي چي د کرزي حکومت کار ندى کړ� �. فاسد او بې کفايته دى. لړزانه او بې واکه دى. امنيت خراب دى. حکومت تل د بل لاسته ته گوري او پر خپلو پښو يې د درېدو هډو هيڅ خيال نسته. د القاعدې قاتلان تر اوسه پوري ازاد تگ راتگ کوي. د پاکستان ځيني سيمي د طالبانو او القاعدې امني آډې دي. اکثره افغانان، په بهر او دننه کي، د ښاغلي اوباما سره موافق دي. مگر افغانان دا باور هم لري چي د افغانستان او منطقې د ژغورولو لپاره لمړى بايد د کابل په حکومت کي ژور او هر اړخېز اصلاحات راوستل سي. نوى او کاري ټيم ته د قدرت واگي په لاس و� �کړه سي. حکومت له سره پاک او نوى سي. نوي عالي رتبه مامورين مقرره سي. همدا اوس، د کرزي پر ځاى د يو بل الټرنټيف د پيدا کولو لټه پيل سي. لمړى، کرزي بايد پدې قانع کړاى سي چي نور نو د هغه ورځي په شمار دي. دوهم، که چي� �ي کرزي لجاجت او غلمغال کاوه، بيا نو له ارگ څخه بايد په زور او جبر و ايستل سي. د ښاغلي کرزي پرده پدې کي ده چي نور نو د افغان ولس وخت ضايع نه کړي. د افغانانو بله غوښتنه دا ده چي جگړماران، القاعده، او جنگي طالبان دي سټ کړى سي. امنيت دي ټينگ سي. عدالت او د قانون حاکميت دي تامين سي. غلا او � �اکه دي ختمه سي. پر بيت المال باندي دي د حاکمانو او د هغوى د خپلوانو ډاکې او چاپې بندي سي. حساب او کتاب دي وي. شفافيت دي وي. اقتصاد ته دي توجه وسي. کارونه دي خلق سي. د عامه گټو پروژې دي ژر تر ژره عملي سي. د سړکونو، بندونو، کوچينيو فابريکو، د برق د بندونو د جوړولو کارونه دي گړندي او ډېر سي. تعليم او تربيې ته دي پوره توجه وسي. د عصري علومو د ترويج او خورېدو لپاره دي جدي گامونه واخيستل سي. هم دا، د افغانانو تر ټولو مهمي غوښتني دي. همدا، د طالبانو او القاعدې د را ايسارولو لپاره تر ټولو موثره او کا� �ي اوده هم ده. افغانان د امريکا او افغانستان تر مينځ دوستي او همکاري غواړي. هغوى د دواړو م� �کونو تر مينځ پراخي اقتصادي، تجارتي، علمي او کلتوري اړيکي غواړي. افغانان پوهېږي چي د افغانستان جوړول يوازي د ښاغلي اوباما وظيفه نده، بلکي افغانان غواړي چي د هغه د ادارې سره په گډه او هملاسي د افغانستان د بياودانولو لپاره ليڅي راولغړي او د يوه ازاد، اباد، او زرغون افغانستان په جوړولو کي مرسته وکي. افغانان پوهېږي چي د يو ملت جوړول د يوه سړي کار ندى. د ملت جوړول د هر ولس خپل کار دى. د ملت جوړول ډ� �ه ايز او فردي کار ته اړتيا لري. گډ هدف او عالي ارمان ته ضرورت لري. ښاغلي اوباما ژمنه وکړه چي په افغانستان کي به سوله او ثبات ټينگوي. د پاکستان سره به جدي خبري کوي. بن لادن او نور د القاعدې قاتلان به د قانون منگولو ته سپاري. په منيځني ختيځ کي به د سولي او عدالت د راوستلو سره مرسته کوي. د ايران او نورو مرورو او کله نا کله غالمغالي مشرانو سره به د يوې غښتلي دپلوماسۍ تر چتر لاندي خبري کوي. همدا، د اکثرو افغانانو غوښتني هم دي. افغانان هيله من دي څرنگه چي اوباما په خپل انتخاباتو کي ابتکار او هوښياري وښوده، همدا ډول په افغانستان کي د سولي او ثبات په راوستلو کي هم ابتکار او نوى فکر وښيي. ځکه د نن و� �ځي د مشکلاتو د حلولو لپاره نوي او مبتکر فکرونو ته اړتيا سته. په بل عبارت، د شلمي پېړۍ په فکرونو د يويشتم قرن مشکلات نه حلېږي. افغانان د ټروريزم پر خلاف د جنگ ختمول غواړي، له عراق څخه د امريکايي عسکرو م نظم او سمدستي وتل غواړي. افغانان فکر کوي چي د عراق جنگ يو غير عادلانه جگړه او د بوش د ناکاميو يوه ست� �ه بېلگه ده. افغانان په خپل وطن کي د بياودانولو پروژې او کارونه غواړي. افغانان باور لري چي د بوش د ټروريزم پر خلاف جگړه د اسلام پر ضد په جنگ بدل سوى دى. آکثره مسلمانان د بوش له پاليسيو څخه بېزاره او پزي ته رارسېدلي دي. افغانان د دوامداره او ړاندو بمبارويو ختمول غواړي. د شاه ولي کوټ، شينډنډ، ميوند، هسکي مېني، دهراوت، او هلمند د قتل عامونو ختمول غواړي. د جنگ او مرگ ژوبلي را اريسارول غواړي. د ټرو� �يزم پر خلاف د مجادلې تر چتر لاندي د عامه خلکو د کورونو د تلاشيو او زور زياتيو ختمول غواړي. افغانان هيلمن دي چي ښاغلي اوباما به د بوش ناکامه پاليسۍ هاخواته ليري وغورځوي، او په عوض کي به يې د سولي او ثبات د ټينگولو په غرض نوي او مبتکري لاري چاري ولټوي. د افغانستان او امريکا په روابطو کي به يو نوى باب او پړاو پرانيزي. د اعتماد، همکارۍ، او همږغۍ يو نوى فصل به پيل سي. د ښې دوستۍ يو بل باب به پرانيستل سي. افغانان يو بنيادي او هر اړخيز بدلون ته چمتو او سترگي په لاره دي. امريکا کي دننه په م تحده ايالاتو کي، د ښاغلي اوباما انتخابات د يوه نوى عصر او سياسي بدلون څرگند پيغام لرى. مانا دا چي د مح افظه کارانو پېر او دوره نوره ختمه سوه. يو نوى پړاو او دوران پيل سو. په متحده ايالاتو کي، د کال ٢٠٠٨ جمهوري رياست انتخابات په امريکا کي د راتلونکو سياسي فلسفو په باب يو ريفرينډم وو. يو نوى عصر او سياسي تحول را څرگند سوى دى. داسي ښکاري چي بالاخره په متحده ايالاتو کي وروسته له قريب دېرش کالو څخه د محافظه کارانو د قدرت او سياسي فلسفې اوږده او ناکامه دوره ختمه سوه، او د يوه ازادي او مترقي سياسي فلسفې پېر او دوران را رسېدلى دى. د بوش او نيوکان د حاکميت دوره د امريکا او د رپبليکن پارټۍ لپاره ډېره گرانه او خطرناکه تمامه سوه. کلونه کلونه به وغواړي چي د بوش د ادارې تاوانونه جبران سي. ښايي څو کاله پرله پسې ليبرا� �يزم دامريکا د داخلي او خارجي پاليسي فکري چوکاټ وي. دا انکشاف پخپل ذات کي يو لوى اجتماعي او فرهنگي بدلون او تحول دى. يو اجتماعي او نسلي شيف دى. د اوباما انتخاب په امريکا کي د يوه ژور او بنيادي کلتوري بد� �ون او شيف مخکښ دى. د رېگن له دورې سره سم، د امريکا په سياسي قدرت کي د محافظه کارانو پله ډېره درنه سوه چي تر همدې شېبې پوري يې دوام لاره. د ١٩٨٠ کلونو په سر کي، د امريکا په انتخاباتو کي ښاغلى رېگن جمهور� �يس سو. په همدې کلونو کي، په متحده ايالاتو کي يو ډول مذهبي ښى او يو لړ نيوکان محافظه کارانو د قدرت واگي پلاس کي ونيولې. د هغوى پدې کاميابي کي پر افغانستان باندي د شورويانو تجاوز مهم نقش لاره. هر څه د رپبليکن په لاس ورغلل. د امريکا په جامعه او سياسي فرهنگ کي تر ډېره حده محافظه کاران حاکم سول. هر څه راست او لېزې فېر سول. مگر د اوباما انتخابات د يوه نوي ليبراليزم د عروج نښي نښانې لري. د يوه شيف او تحول علامې لري. ښاغلى اوباما پدې وتوانېدى چي په متحده ايالاتو کي يو ځل بيا د گرسروټ يا ولسي سازماندهي څخه حد اعظم استفاده وکړي. اوباما همدا انتخابات دځوانو رضاکارانو د بېشماره رايو او نه ستړېدونکو هلو ځلو په مټ وگټل. خاتمه اوباما ددې استعداد لري چي متفاوت او مختلف خلک او نظريات سره راغونډ کي. يو اتحاد او اتفاق راولي. خلکو ته الهام ورکي. مختلف قومونه، نژادونه، نسلونه، او گټي د يوه معين او ټآکلي هدف � �پاره سره راغونډ کي. ښاغلي اوباما د جهان په مختلفو ملکونو او د امريکا په گڼو ايالاتونو کي ژوند، سبق ، او کار کړى دى. د راز راز کلتورونو، نژادونو، مذهبي تاثيراتو، او د عالي تحصيلاتو او ژور فکر څښتن دى. ښه ليکوال دى. تر اوسه يې دوه کتابه بارارز ته را وتلي دي. ځوان ،هوښيار، او د تېره منطق خاوند دى. د سياسي م اموريت او مشرتابه کوالټي لري. هغه د عمومي رايو قريب ٥٢ فيصده وگټل. هغه د امريکايانو له عمومي نا� �ضايتۍ څخه پوره گټه واخيسته. د هغه مهم شعار بدلون وو. د هغه ټينگار پخپل ځان باور او اعتماد درلودل وو. پخپلو پښو درېدل وو. د نورو خلکو سره مرسته کول وو. او د يوه عالي هدف لپاره کار کول وو. والس� �ام."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ټولټاکنو پر وخت به بريدونه زيات شي", "output": "زلمی خليلزاد د افغانستان د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي ويلي دي چي د تلي د مياشتي د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په وخت به د طالبانو او دولت د مخالفينو حملې زياتي شي . جلالي په کابل کي خبريالانو ته وويل چي وزارت ته يې داسي راپورونه رسيدلي دي چي مخالفين د ټولټاکنو لپاره د بريدونو تياری نيسي . او د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کي يې اډې جوړي کړي دي ، همدا ډول د جمعي ورځ په د امريکا سفير زلمي خليل زاد وويل چي د ټولټاکنو د رانږدې کېدو سره سم د طالبانو او القاعده د پاتې شونو د بريدونو احتمال ډير دی . ده پر ځينو نورو هيوادونو ږغ وکړ چي په افغانستان کي دي د سوله ساتي ځواک سره خپلي مرستي زياتي کړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسي مرغلري", "output": "ولسي مرغلري اول سلام پسې کلام دیاول ځان پسې جهان دیاول یې زده کوه بېایې کوهاول غوږ ګوره بیا پسی منډه وههاصیل چې خوار شې نو خاورې کېږېاصيل خطا نه لري کم اصل وفا نه لرياصيل ته اشاره کم اصل ته کوتکاصیل چې تسبې اړوي ژرنده ګړی خطا کوياصیله ښځه د خاوند په رضا ژوند تیروياوښ په بډه نه وهل کېږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پوځي توکي هر کال ١٠٠٠ تنه افغان ماشومان ټپيانوي", "output": "١٣٨٣ د مرغومي ٢١ کابل : په يوې څېړنې کې راغلي دي چې د ناچاودېدليو يا بې ځايه پرتو پوځي توکيو له امله په افغانستان کې هر کال تر ١٠٠٠ ډير ماشومان ټپيانيږي . د يوې نړيوالې څېړونکې ادارې له خوا خپور شوی رپورټ ښيي چې د وسلو ، ناچاودېدليو توغنديو او نورو پوځي سامان الاتو له امله تر هغه ډير ماشومان زيان ويني چې ښايي مځکني ماينونه يې ورورسوي . دغه څيړنه ښيي چې له ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې په افغانستان کې ٦٠٠٠ ماشومان د يادو شويو پوځي توکيو له امله ټپيان شوي دي . په ١٩٩٧ کال کې مځکنيو ماينونه د ټولو ټپي شويو افغان ماشومانو په سلو کې ٣٦ برخه جوړوله حال دا چې نورو پوځي توکو په سلو کې ٥٧ برخه درلوده . څيړنه ښيي چې له ٥ تر ١٤ کالو پورې ماشومان تر ټولو ډير د زيان ليدنې له خطر سره مخامخ دي . دغه ماشومان له ناچاودېدليو پوځي توکيو سه لوبې کوي او د لوبو پر وخت چاودنې زيان وراړوي . څېړنه دا هم په ګوته کوي چې له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې په ټوله نړۍ کې افغانستان د ماينونو تر ټولو ډير قربانيان لرل ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "خير دى داځل يې په وړوبمونوووژل؟؟؟؟", "output": "له۲۰۰څخه تر۳۰۰تنوپورې هلمنديان دباغران په و� �سوالي كي نن بيادتوروخاوروشومه شولنن مي بيا له ازادي راديوڅخه دملكي وگړودمرگ ژوبلې خبرواوريد دځينو م� �كي وگړو له خولېمي هم واورېدل چي وېل موږ هغه بازارته راغلي ووچېرې چي يوزيارت هم شته موږخوديوېدوديزې مېلې نندارې ته راټول شوي ووخپل تنكي وروڼه اوزامن موهم دڅوشېبوخوښيولپاره له ځان سره راوستلي وو چي يوناڅاپه جڼي الوتكي راغلې خوداځل يې په ملكي وگړوباندې دخپلې مخكينۍ وعدي سره برابرواړه واړه بمونه راوورول چي ايله په اي� �ه يې پاس شمېركسان ووژل.خوبيادابله خواوائې چي نه نه هلته طلبانوغونډه لرله اودوومهموقوماندانانو يې په غونډه كي گډون درلود د رويټرخبري اژانس بيا وائې چي غونډه طالبانو ددي لپاره جوړه وه چي ۷ تنه په جاسوسي تورن كسان اعدام كړي دولتي چارواكي دامني چي د۲۰تنوپه شااوخواكې دعصري اورهبري شوو وسلوله امله ټپيان شول دمړيو� �ميرلاتراوسه پورې مالوم نه دى په هرصورت بياهم وينې تويهشوې داكه په بمو وې كه په چړوخوترڅو؟؟؟؟خوږو لوستونكو نن بيا ستاسو په وړاندې څودردوونكې پوښتنې ږدم:۱ــ ايا دقربانيانوخپلوان اوكورنۍ به دخپل غچ اخيستلو لپاره دطالبانوخوا ته وروانه وړي؟۲ــ اياداكابوشپږكاله بمباري دطالبانودلاقوت سبب شوې اوكه دهغوى دځپلو؟۳ــ اياامريكايان اوناټوقصداٌ مېلې،هديرې،ودونه،لويې لاري اونورگڼ محفلونه په نښه كوي او كهپه اصطلاح د((ملي امنيت)) مسولين له بهرنيو جاسوسي شبكوسره په گډه مشوره غلط راپورونهوركوي ؟۴ــ اياپه پاكستان كې دتروريستانوځالې اونظامي كمپونه له غربيانوڅخه اسمان ته والوتل كوم چي يووخت دوى پخپله اكمالول؟ ۵ــ كه افغانستان واقعاٌ دغربي نړۍ لپاره يوه ستراتيژيكه نقطه وي نو بياولي غربيان له افغان ولس سره داسي چارچلن كوي چي په لوى لاس خپل ځان ته سكروټې كري ؟۶ــ ايا پورتنى چلن به دغربي نړۍ حريفان بيا په سيمه حاكم نه كړي ؟زه په ډيره خواشيني سره دافغانانواونړيوالې ټولنې دزامنوپه ورځنيومړينو خپل ژوردرد څ� �گندوم اوله ټولونړيوالوڅخه داهيله كوم چي زموږدا دكلونوكلونوغميزې ته نوردپاى ټكى كـېږدي چي دا دبم ونواوعصري وســلو په كارولونه بلكې ديوونړيوال بې پرې كنفرانـس په جوړولوممكين گـــڼم ترڅودبن دكنفرانس تشي ډكې كړي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزي په پوله د اغزن سيم د لگولو مخالفت وکړ.", "output": "افغان ولس مشر حامد کرزي د پاکستان د سفر پر مهال له خبريالانو سره ددغه وړانديز مخالفت وکړ چې د افغانستان او پاکستان پر پوله دې اغزن سيم ولګول شي .اغزن سيم او پر پوله د ديوال جوړول ملتونه او ولسونه جدا کوي او د ترهګرانو مخه نه شي نيولى . کرزي دا هم وويل چې د دواړو هېوادونو ترمينځ ويزه نه غواړي ده دا هيله څرګنده کړه چې پاکستان په دې اړوند کلک اقدامات وکړي او ترهګران او ورانکاران د افغانستان خاورې ته پرې نه ژدي چې ننوزي.کرزي د دواړو هېوادونو ترمينځ د بې باورى د ختميدو هيله وښودله .کرزي چې د پاکستان د مشرانو په بلنه هغه هېواد ته د يو درى ورځني سفر په موخه تللى وو نن له غرمى وروسته خپل هېواد ته بيرته راستون شو ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبانو کندهار کې د پوليسو پوسته وښکله", "output": "وسله والو طالبانو تيره شپه دکندهار په ا� �غستان ولسوالۍ کې په يوه دولتی چونړۍ بريد کړی او شپږ پوليس ېې ځای پر ځای وژلي دي .د ارغستان ولسوالۍ د س� �حدي پوليسو مشر رحمت الله خان دا پيښه ومنله .طالب نطاق قاری يوسف واېې چې دوي 6 پوليس په بريد کې وژلي او د پوستې وسايل ېې له ځان سره وړي دي .ارقام ښيي چې د روان ميلادي کال له پيل راهيسي 400 افغانان په دې هيواد کې وژل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سلمان خان خپل ځان محکمې ته حاضروي", "output": "د باليووډ مشهور فلمي ستورى سلمان خان وايي دى نن له ممبى څخه جودهپور ته ځي او خپل ځان به خپله هغې محکمې ته وسپاري چي د پنځه کلن بند سزا يې ورته اورولې ده.نوموړى وايي زه د هند يو ذمه دار تبعه يم او قانون ته احترام لرم.پر سلمان خان باندي تور دئ چي د ١٩٩٨ د سپټمبر په مياشت کي يې د يوه فلم د شوټنګ پر وخت په غير قانوني توګه د هوسيو ښکار کړى دئ چي له امله يې د راجستان ايالت يوې محکمې دوې ورځي وړاندي نوموړى د پنځو کالو په بند محکوم کړ.سلمان خان وايي زه د خپل وکيل په سلا مشوره هر ګام اوچتوم، نه غواړم چي پوليس مي محکمې ته حاضر کړي، ځکه اوس خپله ځان حاضروم. د يادوني وړ ده هغه هوسۍ چي سلمان خان يې په ښکار تورن دئ، په هندي مذهب کي د يو ډول سپېڅلتوب په سترګه ورته کتل کېږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "اختردى که روژه ؟", "output": "خلک وايي اختر شونوي کالي جوړويهلکان اوجنکۍ په خو� �حالو ديکوزدن شوي انجوني د خپلي جوړې و راتللو تهسترګي په لياره ديزومان هم په برېتونو لاس و هيچي د خسر بابا کره به څنګه ځممسافران خپل کورته لېواله ديد مياشتو او کال ګټه يې راټوله کړېدهد پ� �ديسى شپې ورځي يې هېرېږيهرڅوک د اختر د خوشحالو په درشل کي ديزه هم انسان يم!زړه مي غواړي اختر وکړم څه وکړم ؟ پرما روژه نوې شروع شوېدهاو اختر ... دا به کومه ورځ وي ؟"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د ښځو د روزنې په موخه د عامه ادارې لومړنى انستيتيوت جوړيږي", "output": "د ښوونې او روزنې وزير محمد حنيف اتمر خبر ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به، د ښځو د روزنې په موخه د عامه ادارې لومړنى انستيتيوت پرانېستل شي . اتمر، چې د زمري په ٢٧مه ، يې په کابل کې د جندر لپاره د بوديجې د بېلولو په اړه، د بحث په موخه جوړې شوې غونډې ته معلومات ورکول، وويل چې دغه انستيتيوت به په راتلونکيو ١٥ ورځو کې خپل کار پيل کړي . د هغه په وينا، په دغه تعليمي مرکز کې به ښځو ته د عامه مديريت،د مالي چارو مديريت او معلوماتي تکنالوژۍ روزنه ورکول کيږي . د ښوونې او روزنې وزير زياته کړه چې ټاکل شوې وه، په دغه مرکز کې ١٥٠٠ تنو ښځو ته روزنه ورکړل شي، خو د دې لپاره ، چې زياتو ښځو دغو زده کړو ته لېوالتيا ښودلې، د محصلينو شمېره يې ٢٤٠٠ تنو ته ورسېده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "رانه لمر ورک شوی", "output": "رانه لمر ورک شوی لغمانلطف الله مشعل له جوماتونو مو م نبر ورکر دی له بتخانو نه مو آذرورکر دی څه د ماتم د قبیلي غړي شووخوښۍ مو ورکي دي اختر ورک دیستورو! د خدای په نوم راویې ښیي شل کاله کیږي لانه لمر ورک شویچا یې کور وران کړ، څوک یې نوم ورانوي پښتون هم ب� �ورک دی، هم لر ورک شوی خدایه!په سیمه څه تالان راګډ دیورشو مو ورکره شوله ، غر ورک شوی دښمن راکړی څه م رګونی ګزار وجود مو شته دی ، راته سر ورک شوی ټول یې پیژني یو د غم په امیلله چا زړګی، له چا ځیګر ورک شوی د کلي ناوې له سلګو نه دې ځار له تا خاوند، له ما دلبر ورک شوی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشر حامد کرزي کندهار ته په سفر تللى", "output": "نن سې شنبه د لېندۍ يوويشتمه چي د ډسمبر د مياشتي له ١٢مي سره سمون خوري، د افغانستان ولسمشر حامد کرزى کندهار ولايت ته په يوه ناڅاپي سفر ورسېد. دا په روان کال کي د ولسمشر حامدکرزي دوهم سفر دى چي کندهار ته يې کوي. کندهار تېره اونۍ د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت وګڼل سو، چي د ١١ورځو په جريان کي ٧ ځانمرګي بريدونه پکښي ترسره سوه. کندهار ته د ولسمشر حامد کرزي تر رارسېدو وړاندي په دغه ښار کي کلک امنيتي تدابير نيول سوي وه، چي د ښار په واټونو کي د پوليسو له خوا موټران تلاښي کېږي او پر عمومي لارو پوځيان ځاى پر ځاى سوي دي. ويل کېږي کندهار ته د ولسمشر ناڅاپي سفر په دغه ولايت کي له وروستيو نا امنيو سره تړاو لري، چي ډېرى شنونکي کي يې پړه د دغه ولايت د چارواکو پر بې کفايته اداره ور اړوي. کرزي کندهار ته وروستى سفر د روان لمريز کال د غوايي په مياشت کي هغه وخت ترسره کړى و، چي د دغه ولايت په ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو کي حالات تازه د ترينګلتيا پرخوا روان وه. نوموړي په تېر سفر کي له کندهار ښاريانو سره د يوې غونډي پر مهال ژمنه کړې وه چي د دوو مياشتو په ترڅ کي به يې يا په ولايت کي بشپړ امنيت ټينګ سي او يا به د امن په مخ کي پرتې ستونزي ورته څرګندي کړي. پاته دي نه وي چي د ښاغلي کرزي د اوسني سفر په اړه په کندهار ښار کي داسي ګنګوسې هم خپرې سوي، چي ښايي ولسمشر له قومي سپين ږېرو او مشرانو سره په سلا مشوره د دغه ولايت لپاره يو بل والي انتخاب کړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ګګی لالا", "output": "ګګی لالا د ومان نیازي لیکنه ګګی لالا :لیکوال : ومان نیازیاس دكلا له دروازې سره ودريده،ماشومانو دګومبتې له بامه ځانو نه ور واچول دورې يې ور ولټوله ،سپي� �ې دوړې ورسره باد يدې . دنګ سړي څو ځله ركاب ته ګوته ونيوه خوپه اس د سپرې ښځې پښې لنډې وې ، دوى سره وخندل ،سړي د لاسونو ګوتې يو په بل كې تېرې كړې ، دې چپه پښه وښـوروله دچتو پر توګ يې ښكاره سو د زيړو زرتارو په كپيو كې يې زرغونې مرۍ وبريښيدې يو خوا پلو يې شمال واخيست ، په غنم رنګې غومبري يې رانجه � �اښويدلي وو، دنګ سړي سور رويمال ورته ونيو - هن دا په مخ را تېر كه بيا پښه واړو، نن دې رنجو ته دا سې زور ورښكاره كړى په اس سپرې د پلو پيڅكه پر مخ راتېره كړه - د ښادۍ رانجه يې كړې يوه سلايې مې وروړې وه څوكړ غلام جان د باغ په پاى كې كره ( بيلچه ) په پوله جګه كړه مخ ته يې دوه درى لپې اوبه ور واچولې د كلا خوا ته را روان سو له لرې يې پر ميلمه ږغ وكړ - سلام عليكم ولي ولا ړ يې ، درځه كوټې ته د نګ سړي د يو ماشوم غومبرى په دوو ګوتو كې ټينګ نيولى وو - زوى مو لوى سه ، بدې خوې لګوئ ، ټول له يو مخې په ډت ګرځئ غلام جان د اس قيضه ونيو له - له مخې سه زوى دې لوى سه د عقل له خوا خو بيخي تورې خاورې يې ، خداى خوار كړې كه يو مياشت نورام د مور په نس كې پاته سوى واى اوس به مو په بيلچه ډوډۍ خولې ته در اچوله دا څه بلا اشا يې دنګ سړي وخندل _ ځم رشتياخو د مخ په زخه باندې دې دوه درى تاره ويښته هم راختلي تيار لكه ميږى چې په كوناټي روان وي د غلام جان رنګ سور سو بيا يې قيِضې ته لا س وراوږد كړ _ ته راځه يو پياله چاى سور كه بيا به ولاړ سې _څ وكړه ! ځم بيګا ه مې اوبه په وار دي، ګګي لا لا ويل شاته بوزه، هغه مې راوسته ، بيګا ته خو به مو د نكريزو � �په وي _شاته ! دا بيا كومه يوه ده _ دگگي لا لا دا دوهمه ده غلام جان په زوټه وخندل - وه زوى مو لوى سه هندوګۍ موبيا داسې ژر شاته كړه _ دغسې مه وايه ګنهګاريږې هغه پنځه وخته د ملا په اذان لمونځ كوي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پسرلى", "output": "بيا پسرلې راغی اوښکلی راغی هغه دسوي زړه کيسه راغللههغه دسټ مين د� �دونه راغللهغه دستړي زړه ارمان مې راغیهغه دډېروتېنده کوپسرلیچې وچکالۍ ورشکولی ګريوان ريښې ريښې یې اوس په غاړه پروت دهلږ غوندې پړاوملامت ښکاريږيهغه چي تږي او ستي ستي دهلکه داوړي يوخوارکښ لوګ� �يهغه چې تږی ده خولې خولې دهخو بيا راغلی ده او ښکولی راغیهغه سپرلی چې یې وګمې راوړلې هغه چې ښکولې سپين ګلان یې راوړلزمونږ نارنج او دمڼو ونوته هغه چې بيا به کليوالې پيغلې واخلي چمبېاو دپسرلي سرود به وغږ ويهغه دتېر په شانې بيا را غلېهغه دتالاندو برښناپسرلیهغه چې بيابه جګو غروته خېزيها چې به بياسپين م� �خيړي لټووهغه چې بيا به توري وريځي راشيدهسکو غرونو او اسمان خواوته لکه ما ران دښکولې پيغلې زلفېچې دسپين مخ په خواکه تا ورا تا وشياو يو شان ټا ل وخري خورې ورې شيهو! هما غه شان را غی ښکولی راغیچی بيا کوچی خپله رمه له سرکړي او بيا یې لرې غروته وخيزوياو بيا له هغو هسکو هسکو غرونهله يوې ماتې اوزړې شپيلي نهدښکلوکليواوبانډو خلکو تهدخپل لها نده اولالهاند ژوندون يو څوسندرې زمزمه رالېږي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ای پي : کرزی په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي", "output": "افغان جمهور ریس حامد کرزی په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي. رپوټ: کاتي ګانون ژباړه:م.ج نیټه: د اګست نهه ویشتمه افغان ولسم� �ر حامد کرزي په کابل کې له اسوشیتت پرس خبري رسنۍ سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلی چې دی په دې لټه کې دی چې په رات� �ونکو ریاستي ټاکنو کې بیا ځلي انتخاب شي او پر وینا یې هغه دنده سر ته ورسوي چې تر اوسه نه ده بشپړه شوي.کرزی چې له تیرو څلورو کلونو را پدې خوا د ولسمشرۍ په څوکۍ کار کوي خپلي ناکامۍ مني او وایې چې افغانستان تر اوسه غښتلی دولت نه لري، ادارې فساد تر اوسه شته او افغانان له ترهګرۍ څخه لا هم سخت کړیږی.کرزی په دې مرکه کې د اسوشیتت پرس خبریال ته وویل: (( خو زه یو دنده لرم، هغه دنده چې باید یې سر ته ورسوم او د دې لپاره هو، زه غواړم د ولسمشرۍ څوکۍ ته بیا ځان ونوموم)).کرزي چې د کابل په زړه کې یې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې سپیني افغاني دودیزې جامي پر تن وي په داسي حال کې مرکه کوله چې اوه کاله دمخه دا ځای د طالبانو یوه پوځي هډه وه.هغه وویل: (( ما د افغانستان د بیاودانولو کار پیل کړی دی، زه غواړم چې افغانستان یو سوکاله او با ثباته هیواد وي، هغه هیواد چې افغانان پکې د وینا آزادي ولري او حقونو ته یې درناوی وشي او هغه هیواد چې په خپله تولیدات ولري او په خپلو تولیداتو ولاړ وي)).افغان ولسمشر چې په ډیري خونسردۍ یې د اسوشیتت پرس آژانس پوښتنو ته ځوابونه ورکول وړاندي وویل : (( ما د یادو شویو موخو یو څه تر لاسه کړي دي، خو ډیر څه لا پاتي دی او افغانستان لا په بشپړه توګه په یوه سولیز هیواد نه دی بدل شوی. د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو افغان ولسمشر په دې مرکه کې وړاندي وویل:(( د افغانستان خلګ اوس په بي ساري ډول د ترهګرۍ ضد جګړې او د سولي د لاس ته راوړلو له جګړې څخه زیانونه ګالی)).هغه وایې افغانستان لا هم یو غني هیواد نه بلکه ډیر خلک یې وږدي او بي وزله دي.د کرزي د واکمنۍ پر سر د نړیوالو یو تر ټول ستر انتقاد په دې هیواد کې د کوکنارو مخ پر زیاتیدونکی تولید دی هغه تولید چې د کرزي ځیني سیاسي ملګري او په خاصه توګه د هغه ورور احمدولي کرزي هم پکې ښکیل بلل کیږي خو ولسمشر کرزی په دې کاروبار کې د خپل ورور لاس لرل په کله ردوي. د بینوا ویب پاڼي څه موده وړاندي له معتبرو سرچینو څخه په نکل دا خبر هم خپور کړی وو چې ګواکي ځیني وزیران هم د م خدره توکو په کاروبار کې ښکیل دی.اسوشیتت پرس لیکي چې که کرزی بیا هم ولسمشر شي نو دی به دا توان و نه لري چې د مخدره توکو ځواکمنه مافیا له مینځه یوسي ځکه دې مافیا په پراخ ډول په دولت کې ریښي زغلولي دي.افغان دولت د ادارې فساد پر ضد د مبارزې یوه اداره هم لري خو حالاتو ته په کتلو سره دا اداره په خپله دنده کې پاتي راغلي ښکاري.د حامد کرزي د حکومت د ادارې فساد پر ضد ادارې ریس عزت الله واصفي دی، هغه کس چې د مخدره توکو د قاچاق په تور یې څه موده د امریکې په زندان کې تیره کړي ده. واصفي څه موده وړاندي شکایت وکړ چې د دمخدره توکو او فساد پر وړاندي مبا� �زه ځکه ټکنی ده چې د کرزي د دولت ځيني والیان او د پولیسو قوماندانان په اداري فساد اود مخدره توکو په کاروبار کې ښکیل دي.اسوشیتت پرس لیکي چې په افغانستان کې په روان کال کې د تاوتریخوالو کچه د پام وړ ختلي ده. آژانس د بیلګي په توګه د دوشنبي د ورځي هغه برید ته اشاره کوي چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په فرانسوي سرتیرو تر سره � �و.په کابل کې د هند په سفارت او د جشن په مراسمو کې په ولسمشر کرزي باندي ناکامه وژونکی برید هم هغه دلایل دي چې پرې په روان کال کې د نا امنۍ ښه ثبوت کیدای شي.کرزي ځیني ستونزي له خپله لاسه نه بولي .هغه وایې چې ایتلافي ځواکونو په ځینو مواردو کې جدي ستونزي را منځ ته کړي د بیلګي په توګه کله چې ایتلافي ځواکونه په خپل سر د کورنو پلټنه کوي او یا هم د ناسمو اطلاعاتو پر اساس په یوه سیمه بمونه وروي او وروسته بیا پکې ولسي وګړي وژل کیږ ي.کرزي د افغانستان په کلیو باندي د ایتلافي سرتیرو د بریدونو د بندیدو غوښتنه کوي.هغه وایې: (( مونږ هم دا غواړو چې ترهګر په دقیقه توګه په هر ډول وسلو له مینځه یوسو خو دا بریدونه که هر څوک کوي باید یې سم او پر ځای تر سره کړي، زه د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه شم زغملای، د ترهګرۍ ضد جګړه د افغانستان په کلیو کې نه کیږي بلکه د ترهګ� �و روزن ځایونه او ځالي باید له مینځه یوړلي شي)).اسوشیتت پرسي لیکي چې حامد کرزی په خاصه توګه د پاکستان � �بایلي سیمو ته ګوته نیسي او وایې چې ترهګر د ده د پولو له هغې غاړي افغانستان ته را اوړي او هلته په هوساینه کې ژوند کوي.ولسمشر کرزي په دې مرکه کې اداري فساد د خپلې ادارې تر ټولو ستره غمیزه بللي او وایې چې دا یوه افغاني ستونزه ده . کرزي په پای کي ویلي چې د ادارې فساد پر ضد مبارزه یوه دوامداره مبارزه ده او ډیري مودي ته اړتیا لري او زه پوهیږم چې افغانان غواړي ډیر ژر دا افغاني پدیده له مینځه یوړل شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بسوگۍ به په پارلمان کې ودېږي", "output": "دروان کال داگست په 26 نيټه دسويډن يوه کوچني ښار اولفستروم ته ددوستانو دليدو لپاره ولاړم . دهغوي کورته په رسيدوسره تر احوال پوښتني وروسته زما دغه دوست دنورو خبرو په ترڅ کي راته وويل : په يوه ايراني کانال کښي دا لس ، پنځلس شپې کيږي چي هره شپه دشپي پر يولس بجو دملي سرود په هکله بحث روان دی،گردۍ ميز تر تيبوي او دخلکو سوالو ته چي ځيني يې وايي ملي سرود بايدپه پښتو وي او نور بيا له دغه سره مخالف دي،او ځيني يې سوال کوي ايا ضروده چي په ملي سرود کي د الله اکبر کليمه او دقومونو نومونه ايضافه شي ؟ دغو او نورو سوالوته ځواب وايي ؛ يو عجيب او غريب جنجال دی . زماسره هم سوال پيدا شو ډيره جالبه ده ؟ ملي سرود په افغانستان پوري اړه لري ولي ايران ورته دا څو ورځي دهغه په هکله دخبرو اترو امکانات په تلويزيوني پروگرام کي برابر کړۍ دی ؟ له ځانه سره مي وويل اوس زموږ ملک پداسي حالت کي قرار لري چي هر هيواد يې واکدار دی !!! ايران به هم دمعمول سره سم دپخوا پشان ځانته دا حق ورکړی وي ،هغوي تر پاکستان څه کم دي ؟ لنډه دا چي دشپي د يولس بجو تر رارسيدو پوري مي دقيقي شميرلي او راته جالبه وه چي دا بياڅه کيسه ده ؟ تر ډير انتظار وروسته ټاکلۍ وخت راورسيد او دوستانو هغه پروگرام چي په فارسي ژبه نشرات کوي ونيوی . دا تلويزيوني کانال چي دډيش انتن په مټ ليدل کيږي (( اميد ايران )) په نامه ياديږي ، په فارسي ژبه نشرات لري ددغه کانال په پروگرامو کي په امريکا کي اوسيدونکو افغانانو ته دا حق ورکړه شوی دی چي ديوه ساعت لپاره دخپل هيواد په هکله نشرات وکړي . دايراني روڼ اندو يې کور ودان چي افغانانو ته يي په بهر کي دا امکانات برابر کړی دي چي دافغانستان په هکله په بهر کي اوسيدونکو افغانانو او بهرنيانو ته د افغانستان په اړوند نشرات وکړي ، زموږ داطلاعاتو او کلتور وزارت خو په هغه څه مصروف دی چي هيڅ په دوي پوري اړه نلر ي . دا چي دبهرنيو چارو وزارت بايد دافغانستان دتاريخ ،کلتور او نور ملي کارنامو او هغو تحولاتو په اړوند چي همدا اوس په هيواد کښي پېښيږي په بهر کي اوسېدونکو افغانانو او بهرنيانو ته مفصل او پر خپل وخت منظم معلوماتونه ورسوي زه چوپتيا اختياروم . راځو اصلي داستان ته . دافغانانو دغه پروگرام د(( از لاس انجلس تا کابل )) په نوم چي ټول پروگرام په فارسي _ دري ژبه چي ځيني انگليسي کليمات هم پکښي اوريدل کيده دپروگرام دوياندحامد قادري لخوا پر مخ بيول کيده . پروگرام دښاغلي مددي صاحب پدغه ښکلې سندره چي وايي : وطن عشق تو افتخارم وطن در راه ات جان نصارم ... . او دافغانستان دوتلي سندر غاړي مرحوم اوالمير په مشهوره سندره ، دامي دبابا وطن دامي د دا دا وطن .... پيل شو . نطاق اعلان وکړ چي نن شپه موږ په امريکا کښي دافغانستان دلوي سفير سره دتليفون په مټ دملي سرود او نورو موضوعاتو په هکله مرکه لرو . دمرکې وخت راورسيد تر تشريفاتي خبرو وروسته چي دسفير او سفارت دکار په هکله وشوې وښاغلي سيد طايب جواد ته لومړۍ دخپلواکۍ دجشن په مناسبت مبارکي وويل شوه ،سيد جواد هم نطاق او اوريدونکو ته دهمدغه جشن مبارکۍتر وويلو وروسته ، نطاق مخاطب کړ او ويي ويل ،تاسو ته معلومه ده چي په امريکا کي رخصتۍ وې زيات خلک نه وه اوس چي هغوي راغلل موږهم داگست په 25 نيټه ددې ورځي په مناسبت يوه لويه غونډه درلوده چي هلته زياتو امريکايي او دنورو هيوادو جگپوړو چارواکو چي ښاغلي سفير يي يو په بل پسې دمقامونو نومونه قطار کړه هم برخه درلوده .سوړ اسوېلۍمي وکيښ او ومي ويل (( الا گله دادي لابله)) څومره دا پياوړۍ او وياړلۍ ولس خوار شو چي دخپلواکۍ دجشن ياد يې دبهرنيانو په موجوديت پوري اړه پيداکړه ؟.ايا په تاريخ داسي پېښه شوې ده چي ديوه هيواد سفير دي دنورو دکار دوخت سره دخپلي ملي ورځي دنمانځني مسله وتړي ؟ ابدأ داسي مثال نشته . ښه به دا واي چي هلته اوسېدونکي افغانان اودهغوي ماشومان را غوښتل شوي واي ،بهرنيانو ته بلنه ورکړه شوې واي ،دا دهغوي مسؤليت دۍ چي برخه اخلي او که نه ، او په کومه کچه چارواکي دگډون لپاره رالېږي . له ښاغلي سفير نه پوښتنه وشول چي نوموړۍ داروپايي هيوادونود دغي پرېکړي په هکله چي غواړي بي سر نويشته افغانان دوبار وطن ته ولېږي څه نظر لري ؟ ښاغلي جواد داروپايي هيوادو دا پرېکړه ديوه ديپلومات په توگه په نرمو الفاظو رد کړه او څرگنده يي کړه چي دافغانستان اوسنۍ اداره چمتو نده چي اروپا ته را مهاجر شوي افغانان دوباره ومني . هغه زياته کړه په اروپاکي دسرحدونو له منځه تگ اروپايي هيوادو ته دا امکان پلاس ور کړ چي نږدې دکار ارزانه قوه پيداکړي ، ځکه نوهغوي نه غواړي له اسيايي هيوادو څخه مهاجر ومني . نوموړي وويل اروپايي هيوادونه دافغانستان داوسنۍ ادارې ستونځي بايد په نظر کي ونيسي . وروسته له هغه نه پوښتنه وشول ، په عربي هيوادوکښي دافغان مهاجروپه ځانگړې توگه سعودي عربستان کي حالت څنگه ارزوۍ ؟ او غواړم په سعودي عربستان کي ديوه افغان غوښتنه کرزي صاحب ته ورسوۍ . دافغان غوښتنه له کرزي صاحب څخه داوه : ((چي ښاغلۍ کرزۍ بايد په بهر کي دربدره او غريب افغانان هير نکړي )). ښاغلي سفير ډيري جالبي خبري وکړې هغه وويل : زه په عربي هيوادو او عربستان کي دافغاني مهاجروپه هکله زيات معلومات نلرم ،خو دراسپارل سوي دندي په اساس سعودي عربستان ته تللۍ وم هلته مي دچارواکو سره خبري وکړې ،سعودي عربستان له افغانستان سره په تيرو دريو کلونو کښي دمرستو د وعدو يوازي څلور په سلو کي سرته رسولې ده او نور هر څه پر خپل ځاي پاته دي ... زموږ او هغوي تر منځ يو دبل دپوهاوۍ ستونځي شته اميد دۍ چي حل شي . هغه وويل زموږ دهيواد والو سره دا لويه مرسته ده چي هغوي هلته کار وکړي او پيسي دهيواد ليرو پرتو سيمو ته چي هلته يي خپلوان اوسي هغوي ته ليږي . هغه زياته کړه ټول پدې خبر دي چي افغانان مجبور وه چي دنورو هيوادو په پاسپورټو هلته ولاړ شي او .... ؛ زما دپاره داسوال پيدا شو چي ولي سعودي عربستان خپلي وعدې نه پوره کوي ؟ علت او دليل يې څه دۍ . ايا پر اوسنۍ اداره بې اعتماده دي ؟ او که بل څه ته انتظار باسي ؟ دپروگرام په وروستۍ برخه کي د ښاغلي سفير نه پوښتنه وشوه چي دملي سرودبرخه ليک کوم حالت ته رسيدلۍ دۍ ؟ ښاغلي طايب جواد په ځواب کي داسي خبري پيل کړې : تاسو ته معلومه ده چي دملي سرود چوکاټ داساسي قانون په لويه جرگه کي تصويب شو ،په خوښۍ سره بايد ووايم چي فارسي ژبو دا وړانديز وکړ چي ملي سرود بايد په پښتو وې ، اوهغوي وويل څه کېږي که په هغه کي دالله اکبر او غټو قومونو نومونه هم ور زيات شي اوس دادۍ دملي سرود شعر جوړ دۍ . ما بي ارادي له ځانه سره وخندل او ومي ويل که داسي وه ؟ نودا يو شمير کسانو چي ښاغلۍ سفير صاحب به هرومرو له هغوي سره ښه اړېکي و لري او هغوي به پيژني دا دومره ناندريو ته څه ضرورت و ؟ و لي لويه جرگه دژبي او ملي سرود پر سر دسياسي تجارت په داسي ډگر بدله شول چي تر شلو ورځو زيات يي دوام وکړ ؟ او همدا اوس هم که څوک وايي چي ملي سرود دي په پښتو ژبه وي ، او دانور زياتون ته څه ضرورت دۍ ؟ هغه دمرحوم بينوا صاحب شعر او يا دستر شاعر ملنگ جان شعر چي استاد اوالمير ويلۍ دۍ کفايت کوي ،کوم مصرف او کمپوز ته هم ضرورت نلري . په هغه صورت کي هغه دچاخبره دنيابه پر دابل مخ راواوړي او قيامت به جوړ شي . خوسفير صاحب خپلي خبري کولي او وړاندي يي وويل چي د ملي سرود مسله خو خلاصه ده هغه شعر چي لمړۍ برخه يي (( دبينوا)) شعر او دوهمه يي دقومو نومونه او الله اکبر کليمه ده هغه به کله چي په خير پارلمان جوړ شوهلته به پدي هکله پريکړه وشي ، دا به دولس تصميموي . لومړۍ خو زه پدې پوه نشوم که سفير صاحب رښتياوايي بيانو دا دملي سرود دکميټي وروستۍ خپور شوۍ شعر چي پدې ورستيو کي دباختر دخبري اژانس لخوا گويا دخلکود نظر غوښتني لپاره وړاندي شو دڅه لپاره ؟ او يا داچي دغه شعر دسفير صاحب ندۍ خوښ هغه لومړۍ وړانديز يي پدې شرط خوښ دۍ چي پارلمان دهغه په هکله پرېکړه وکړي دا چي په پارلمان کي بيا ددغه يا هغه شعر پر سرلومړنۍ جنجال راشروع کيږي او هلته جنگسالاران او بنسټپالي خپل نوۍ زور افغان ولس ته ورښکاره کوي ممکن هغه ته بې تفاوته وي . نومي دافغانانواو سپين غر صاحب دا تشويش چي څو ورځي مخکښي هغه دملي سرود دبرخه ليک په هکله په بينوا په ويبپاڼي کي پخپله ليکنه کي (( ملي سرود که دبسوگۍ واده ؟)) څرگند کړۍ و راپيادشو . کله چي مي دداسي صلاحيت لرونکي سفير دا خبري واورېدې نو مي وويل سپين غر صاحب ! بسوگۍ به په پرلمان کې وديږي . نه پوهيږم چي کرزۍ صاحب او نور علاقه لرونکي کسان به له دغه واده نه څومره خوند واخلي ؟ او دافغان ولس ددغه ملي تشويش درفع کولو په خاطر هيڅ کوم چارواکي افغانانو ته تر اوسه رښتيا ندي ويلي . سيدطايب جواد په امريکا او عين وخت کښي په ارجنټاين ،مکسيکو،کولمبيا او برازيل کي هم دافغانستان نا استوگن لوي سفير په توگه له ډيري قوي موضع نه خبري کولي . معلومداره خبره ده چي هغه تر بل هر چا په هر څه خبر دۍ ،ځکه دچارواکو دلوړ اعتماد خاوند دۍ که نه نو ايا په ټول هيواد کي نور داسي کسان نشته چي ددي جوگه شي چي په پورته ياد شوو هيوادو کي دافغانستان نماينده گي وکولاي شي ؟ هرومرو شته ، خواړيکي به نلري !!! دپروگرام ويونکي خپلي خبري پدغه جملو پاي ته ورسولې : سفير صاحب ستاسو يې کور دوان چي دټولو مشغولتياوو سره مو لطف وکړ او زموږ سره مو مرکه وکړه . دا ستاسو لويه پيرزوينه وه چي ديوه هم ښاري په توگه مو زماسره مرسته وکړه اوزموږ پروگرام ته حاضر شوۍ .ماله ځانه سره وويل ولي هم ښاري ؟ ولي هم وطن يا وطندار نه؟ وروسته مي فکر وکړ چي ممکن دوي هم ديو شمير پشان دافغانستاني کليمي ته دافغان تر کليمي ارزښت ورکړي . په هر صورت اړېينه داده چي ټول افغانان دملي سرود دبرخه ليک په هکله فکر کوې او نه پوهيږي چي څه به کيږې ؟ په همدې اساس په بهر کي اوسيدونکي افغانان ددغو امکاناتو او دلته ددموکراسۍ څخه په گټه اخيستلو سره هره ورځ دا لاجمنه مسله دچارواکو ورپيادوي ، او همدا شان افغانان او بهرنيان دهغه وراتلونکو پايلو ته متوجه کوي . کور يې دهمدغوبهرنيانو اباد چي زيات شمير افغان روڼ اندو او دهغوي کورنيو ته يي پخپلو هيوادو کي داوسيدو ،کار او فرهنگي فعاليت کولو حق ورکړۍ دۍ .کنه اوس به له همدغوروڼ اندو څخه زياتو خاوري خوړلاي او کورنۍ به يې بې سرپرسته واي . داچي پر هيواد او افغان ولس به څه راتلاي يوازي الله پاک په پوهيږي . گرانو لوستونکو ما دا ليکنه پسله هغه چي په فارسي ژبه مي واورېده په پښتووليکل ، هرو مرو به کمۍ او يا زياتۍ پکښي راغلۍ وي خو ما هڅه کړې ده په امريکا کښي دافغانستان دسفير خبري کټ مټ تر جمه وليکم . حبيب اله غمخور د۲۰۰۵داگست ۲۸"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په افغانستان کې د مخدره توکو بازار ړنگ شو", "output": "١٣٨٤ د غبرگولي ١١ کابل : د افغانستان حکومت وايي دوى په دغۀ هيواد کې د مخدره توکيو تر ټولو لوى بازار ويجاړ کړى دى . په يوۀ خبري کانفرانس کې د کورنيو چارو د وزارت معين جنرال محمد داود وويل چارواکو د هلمند په ولايت کې د بهرام چاه ښارگوټي په يوۀ بازار باندې د چپاو پر وخت لږ تر لږه دوه نيم ټنه کوکنار نيولي دي . خو دۀ وويل چې په دغه چاره کې نه ځاني زيان اوښتى او نه هم څوک نيول شوي دي ځکه چې د دۀ په وينا ټول قاچاق وړونکي د پاکستان پر خوا وتښتيدل . له دغۀ بازار څخه د پاکستان پوله ايله اتيا متره ليرې پرته ده . دغه ښارگوټى د مخدره توکيو د قاچاق لپاره د يوۀ لوى مرکز په نامۀ مشهوره دى او له پاکستانه ايران ته د قاچاق په لاره پروت دى ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دگوربز په ولسوالۍ کې سختې نښتې روانې دي.", "output": "دگوربز ولسوال بینوا همکار ته په خوست کې ویلي چې دافغانستان-پاکستان په گډه پوله شیبه وړاندې دطالب جنگیالیو او پاکستاني پولیسو ترمنځ سخته نښته پیل شوې چې په ترڅ کې ٥ پاکستاني پولیس طالب جنگیالیو ته په لاس ورغلي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "جهاني صيب ولې دا افتخار نه غواړي؟", "output": "عنايت صافېلكه چى دا وړۍ شړۍ نشي. كله دومره هيملن شو چى ټولې تيرې كرغيړنې پيښې مو له ياده ووځي، او كله هم داسې نهيلي شو چى يوځل بياهماغو توپاني څپو كى ځانونه پريوتي گورو. خبره مى دهيواد دتكړه شاعر عبدالباري جهاني پرهغه نهيلې ليكنه كوله چى په بينوا ويب پاڼه كى كښل شوې وه. نوموړي دكرزي صيب په غوښتنه څو ځلى دملي سرود لپاره خپل شعر وليكه. خوبيا به هم ديو څو بې سوادانو لخوا په كميسيون كى ترګوتنيونو لاندې راغې. چابه په كى دقومونو نه شتون په ګوته كاوه او چابه په كى ځنى كلمې مخكى وروسته بللې. خو په هرحال زه دښاغلي جهاني له دغه خبرې سره چى په ملي سرود كى دټولوقومونو دنومونو راوړل?دملي سرود په معنا نه بلكه دقومونو?دنومونو دلست بڼه?ده چى په پايله كى??ملي انشعاب او تربګنۍ ته په لوى لاس لار وركول دي?همغږې يم .? ښاغلى كرزې بايد دخپلو نورو مسايلو?په خوا كى دكميسيون غړو ته هم يو ځغلنده نظر وكړي چى داڅوك مى ټاكلي يا ټاكل شوي، چى له امله يي جهاني?صيب ديته مجبوريږي چى وايي زه له دى افتخار نه لاس پرسريم، زما شعر دى هيڅدملي سرود لپاره نهغوره كيږي.داچى ټول په يو افغانستان كى اوسيږو، څه ضرورت دى چى نړيوالو ته دخپلى ناهمغږۍ حال په خپله ووايو. كه پريو افغان باندى نه راټوليږو او په افغان باندى نه ياديږو نو بيا داوړ ناندريوو ته څه ضرورت دى،??خو هماغه فدرالي حكومت ښه دى چى هر قوم په كى ځان ته خپله ونډه بيله كړي، چى يخې اوبه پرى توى شي. زه نه غواړم ادبي ليكنه وكړم، ځكه چى پرادبي ليكنو دهرچاسم سرنه خلاصيږي، نو ځكه غواړم له تاسو سره دغه څوعاميانه خبرى شريكى كړم چى ولى ددولت له خوا دعبدالباري جهاني شعر چى دملي سرود لپاره كله غوره شي او كله له پامه وغورځول شي داسى په بى اعتنايي سره ټكول كيږي. كله?هم دښه ټكولو لپاره عامه نظرغوښتنې?ته وړاندې شي او كله هم دكره كتنې لپاره دكميسيون ارزيابۍ ته وړاندې شي. دښاغلي جهاني دغى يوى خبرى ته ډيرحيران شوم او ټكان يي راكړ چى ويل يي : په داسى حال كى چى ملي سرود په پښتو ليكل شوي خو دكميسيون مشري رهنوردزرياب ته چى په پښتو نه پوهيږي سپارلې،بس همدا خولۍ او هم دا سر.او بله دا چى جهاني صيب په خپله ليكنه كى ورته نغوته كړى چى زرياب صيب داسى هم ويلي وو چى كه ستاسو خوښه وي دملي سرود شعر به درته مونږ په فارسي كى جوړ كړو بيايي تاسى پښتو ته واړوۍ) راشه كه توديږې، بس ددغه كميسيون پښتنو غړو ته دا شرم، اوسپكاوي اشاره نه بلكه دوى ته دبى كفايتۍ يو پرځاى نظر دى چى يي ورته كړې، زرياب صيب ته دى خداى ډير عمر وركړي چى زمونږ پښتني احساس راژوندې كوي او زمونږ هغو پښتنو ته دى خداى ډير كم عمر وركړي چى ددغه محروم ولس پربرخليك باندې ملنډې وهي. او له خپلو حقه حقوقو څخه يي محروموي. كابل افغانستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سوله!", "output": "سوله ژوند او هم آرزودمــلتونوسوله فخــــــــردهيواداودقومونو سوله نـــښه ديووالې په نړۍ کېسوله سوله،ښه لګيږې په غوږونو سوله مينه ده دامينه مې خوښيږېبې له مينې ژوندون ډک له کړاوونو پا که ربه دغه سوله رانصـيب کـــــړېهم مو خلاص کړې نورله جنګ اوجدلونو دامان په زړه کې سوله ده بس سولهســـــولــــه لاره دبريااودننــــګونـــــو کونړ ، بريکوټ نورستان"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ایران: د مخدره توکو قاچاقبرو ۱۱ پولیس ووژل", "output": "میرویس جلالزی د ایران په شرق کې د مخدره توکو د قاچاقبرو او ایراني پولیسو ترمنځ په وسله واله اخ او ډب کې یولس پولیس او څلور د مخدر ډاکوګان وژل شوي دي. د ایراني د ایلنا نیمه دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړ چې دغه نښته د خراسان په ولایت کې رامنځ ته شوي ده . خراسان د افغانستان د هیروینو لپاره د پاکستان له لاري د ایران خاوري او بیا وروسته د اروپا مارکیټونو ته د افغاني مخدره موادو عمده لار بلل کیږي. د ایران ایرنا دولتي آژانس بیا وایې چې څلور قاچاق بر هم وژل شوي چې یو پکې افغانی دی. په خراسان سیمه کې ډیری قاچاقبر هغه بلوچان دي چې د افغانستان او ایران په مرزي سیمو کې ژوند کوي او له هغو ډلو او شبکیو سره ارتباط لري چې په افغانستان او پاکستان کې د مخدره توکو قاچاق کوي. د ایران دولت رپوټ ورکوي چې په تیرو شلو کلونو کې یې ۳۶۵۰ پولیس او پوله ساتونکي له قاچاقبرو سره د وسله والو ټکرونو پر مهال وژل شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د توغنديودبريد له امله ٣ تنه لغمان کې ټپيان شوي", "output": "پس له غرمې وروسته نن د لغمان ولايت مرکز د مهترلام ښار په دوو توغنديو وويشتل شو، چې له امله يې ٣ تنه ولسى وګړى ټپيان او د استوګنې يو کور قسما ويجاړ شوىدى . چارواکو منلې چې يو توغندى په شاړه ځمکه ا و دويم د استوګنې په يو کورلګيدلى دى . په ټپيانو کې يو لاروى يوه ميرمن او يو ماشوم شامل دي . تر اوسه هيڅ ډلې او شخص د دغه بريد پړه نه ده منلې ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "بوش دعراق دحالاتو دڅيړنوځانګړې ډلې سره وگوري", "output": "احمد جاويد تسل ټاکل شوې چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش د عراق د حالاتو د څيړنو ځاڼګړې ډلې سره نن وگوري. د بهرنيو چارو پخوانې وزير جيمز بيکراو د ديموکرات کڼرې پخوانې مشر ها ميلتون په گډه د دغه لس کسيزه رياست دمشرې دنده پر غاړه لري. دغې ډلې ته نږدې سرچينو ويلې جورج بوش نه ددوې مهمه غوښتنه د عراق په اړه د يوه سيمه ييزې غونډې جوړول او په هغه کې د گډون لپاره ايران او سوريې ته بلنه ورکول دي. د سپينې ماڼې يو لوړ رتبه چارواکې ايران او سوريه په دې تورن کړل چې په عراق کې تاوتريخوالې او بې امنيتې ته لمن وهي. له بلې خوا د ديموکرات گوند با نفوذو شخصيتونو چې د منځمهاله ټاکنو په گټلو سره يې د دغه هيواد د کڼره کنترول په لاس کې واخيست د عراق په دريو سيمو ،نيمه کورواکې ، شيعه او سنې او کرد ميشتو باندې د ويشلو غوښتنه کړې ده . خو د � �اپوټونو له مخې بوش له دغې طرحې سره خپل مخالفت ښودلې دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په بغداد کې د ايران او سوريې په ګډون د امريکا غوڼده", "output": "د امريکا متحد ايالتونه ايران او سوريه په عراق کې له اورپکو سره د مرستو په تور تورنوي په هغه ځاى کې چې د امريکا په مشرۍ ځواکونود صدام حسين د حکومت د نسکورولو لپاره څلور کاله وروسته هم تاوتريخوالى دوام لري. د بغداد غونډه د دغه هېواد د لومړي وزير نوري المالکي په بلنه جوړېږي او موخه يې په دغه هېواد کې د امنيت د ټينګېدو لپاره مرسته ده.دغه غونډه په بغداد کې د عراق د ګاونډيو ايران، سوريې او همدارنګه د امنيت شورا د پينځو دايمي غړو او د امريکا د متحدو ايالتونو په ګډون تر سره کېږي. دغه غونډه کولاى شي د متحدو ايالتونو په تګلاره کې بدلون راوليايران او سوريه هغه مطلب چې په عراق کې تاوتريخوالي ته لمن وهي رد کړ.امريکا وړانديز کړى چې له ايران سره مخامخ خبرې وکړي که د تهران چارواکي د يورانيمو د بډاينه ودروي. ايران تر اوسه د خپل اټومي پروګرام د درولو څخه ډډه کړې ده او ادعا کوي چې له اټ،مي پرګرام څخه يې موخه سوله ييز پرمختګ دى نه د وسلو توليد. امريکا له سوريې سره ديپلوماتيکې اړيکې لري خو په همدې حال کې يې خپل سفير په ٢٠٠٥ کال کې له دمشق څخه وويست او له دوو کلونو را په دې خوا په لوړه کچه يو بل سره اړيکې نلري. د امريکا او سوريې دغه اړيکې هم تمه کېږي په دغه ناسته کې بدلون وکړي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دچک جمهوريت درې مي ٣٥ ډوله هيلکوپتر افغانستان ته وسپارلي", "output": "عزمت علی دچک جم هوريت درې مي ٣٥ ډوله چورلکي افغان دولت ته وسپارلي. دملي اردو دهوايي پوځ دقوماندان بريد جنرال عبدالوهاب وردگ د وینا له مخي دغه الوتکې دهغو دولسو هليکوپترو له جملي څخه دي چې دامريکا دمتحده ايا� �اتو په مالي مرسته دچک له جمهوريت څخه پيرودل شوي دي اونهه الوتکي يې پخوا دملي اردو هوايي قول ا� �دو ته سپارل شوي وي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان جګړيز توكې د كوكنارو په پيسو تر لاسه كوي", "output": "دغه څرګندونې په واشنګټن كې د متحده ايالتونو د مركزي قومندانۍ مشر (نيوى اډيم ويليم) د خپل مركز غړيو ته وكړي.ښاغلي ويليم زياته كړه ماته د استخباراتې كړيوله لوري ويل شوي چې، دم ګړى په افغانستان كې د كوكنارو د كركيلې موسم دى او ټول طالبان په دغه كار اخته دي چې ښايي په دې وروستيو دوو اونيو كې د هغوى په بريدونو كې د پسوالي يو لامل هم همدا وي.ويلم د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: د خواشينۍ خبره ده چې يو شمير افغانان هم د كوكنارو د كركيلي له لارې پيسې ترلاسه كوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "څه معلومه ده؟", "output": "څه معلومه ده؟ لیکوال: واسیلیس الکساکیس (فرانسه) ژباړن : علم ګل سحر ښځه مې تل راباندې غړومبېږي چې د خپلې لور الن د روزنې لپاره لږ وخت � �ګوم. هغه غواړي زه هره ورځ خپله لور د کور په نږدې پارک کې وګرځوم. د تیرې خالي په ورځ مې د دې لپاره چې ښځه مې بیا راسره جنجال و نه کړي خپله لور پارک ته بوتله، ښه ورځ وه، تازه هوا او د ونو سیوري خوندور و، زه د باغ پر یوه څوکۍ کېناستم او الن د ټال په لوري منډه کړه، ورځپاڼه مې خلاصه کړه چې ویې لولم. اټومي جګړو، څو کودتاګانو، � �نګ رنګ جنایتونو او جنايي پېښو د ورځپاڼې زیاتره پاڼې ډکې کړې وې. له ۱۵ دقیقو وروسته مې مطالعه بس کړه او د ما� �ومانو لوبو ته مې کتل. د یوې مربع په منځ کې یې شګې اچولې وې چې ماشومان پکې لوبې وکړي، یوه هلک او نجلۍ پخپلو وړو پلاستيکي لوښو کې اوبه اچولې وې، او اوس یې شګې پکې اچولې، داسې پخپل کار بوخت ول چې سړي فکر کاوو یوه دنده س� �ته رسوي. ما له ځانه سره فکر وکړ: څه معلومه ده؟ شاید سبا دغه ماشومان لوی شی، نامتو عالم ترې جوړ شي، کیدای شي دوی په یوه پټ لابراتوار کې داسې وسلې جوړې کړي، چې په څو دقیقو کې د ځمکې کره ټوټه ټوټه کړي، تر یوه ونه لاندې مې څو ماشومان ولیدل چې د یوې موضوع په باب یې جرو بحث کاوو. د ژیړو ویښتانو وال هلک یې په منځ کې ناست و. داسې ښکارېده چې د مجلس مشري کوي. له ځانه سره مې وویل: · څه معلومه ده؟ کیدای شي څو کاله و� �وسته دغه ماشومان داسې سازمان جوړ کړي چې پخپله مخفي غونډه کې پریکړه وکړي چې جمهوریت رانسکور کړي. او دغه د ژیړو ویښتانو وال خپله دیکتاتوري اعلان کړي. شاید دده په فرمان په زرګونو کسان زندان ته واچوي. کیدای شي دی اعلان وکړي چې له ده څخه نه اطاعت سخته جزا لري. په دې وخت کې مې له مخې یو هلک په چټکتیا سره په بایسکل تیر شو. دغه ماشوم دولس کلن و. د ده شاته بل ماشوم بایسکل ځغلاوو. · څه معلومه ده؟ شاید یوه ورځ دا په داسې سړي بدل شي، چې ډله پولیس پسې وي، چې ویې نیسي. د ورځپاڼې بل مخ مې راواړاوو، د یوې لیکنې س� �لیک مې ولوست: «ژان مخوف د جنرال سویستي بانک لوټ کړ» یوې میرمنې په بایسکل سپور ماشوم پسې چیغې کړې: پام چې ونه لوېږې. حتماٌ یې مور وه. د مور خبرې یې لا په هوا کې انګازې کولې، چې ژان م خوف په ځمکه ولوید. لکه له زندانه د زندانیانو د تېښتې په وخت کې د زنګ غوندې غږ پورته شو. یوه نجلۍ د هغه خواته و� �غله او دهغه له مور څخه یې وپوښتل: څه پرې وشول؟ ټپي شو؟ جنکۍ چې پخپلو ویښتانو شنه پټه تړلې وه، ډېره ښکلې وه، زه له خپل طرز فکر څخه وشرمېدم، اخیر دا ورځپاڼې ولې د بدوشیانو پر ځای نورشیان نه خپروي. ټول د دیکتاتوري جګړې او وژنې په هکله لیکي. له ځانه سره مې وویل: څه معلومه ده؟ شاید دغه جنکۍ د ماشومانو د � �وغتون رئیسه شي. کیدای شي دا دومره سرښیندونکي شي، چې خپل کورنی ژوند هیر کړي او د ماشومانو د علاج لپاره شپه او ورځ کار وکړي. بیا مې فکر وکړ «دا جنکۍ او هلکان چې په شګوکې لوبې کوي، کیدای شي د سرطان ناروغي واکسین کشف کړي، هغه هلکان به چې تر ونې لاندې را ټول دي او جروبحث کوي، کودتا و نه کړي. بلکې د سولې کنفرانس به جوړ کړي، په بایسکل سپور ماشوم ښايي د «د فرانس توردو» د سیالیو اتل شي.» ما ځان په دغو مثبتو سوچونو بوخت کړ، الن لور مې چې په ټال وهلو ښه مړه شوې وه راغله، «څه معلومه ده؟ کیدای شي یو وخت فرانسویان پریکړه وکړي، چې یوه ښځه خپله ولسمشره وټاکي او دغه جمهور رئیسه ولې زما الن نه وي؟» الن را غږ کړ: بابا جانه... پنځه فرانکه راکړه. و مې ویل: ګرانې پنځه فرانکه مې پرون درکړل، څه دې کړ� �؟ په څېره کې یې د پوښتنې حالت ښکاره شو، آن هغې نه شوای کولای دا را په یاد کړي چې پرونۍ پیسې یې څه کړې دي. له ځانه سره مې فکر وکړ: لور مې که هر څه شي د مالیې وزیره به نه شي، خو څوک پوهیږي؟ ... څه معلومه ده؟ ... شاید."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درې ائتلافي سرتيري نورستان كې وژل شوي.", "output": "دائتلافي ځواكونو له لوري بينوا ته په راغلي خبرپاڼه كې ويل شوي چې تيره ورځ دنورستان د وايګل په ولسوالۍ كې له طالبانو سره په جګړه كې ددغو ځواكونو درې سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هندي ډارمې - دمادي ګټولپاره معنوي زيان", "output": "پدې وروستيو وختونو کي په افغانستان کي زيات شمير تلويزيوني کانالونو په کارپيل وکړ او سمدلاسه پکښي بهرني سريالونه يودبل پسي خپاره سول چي دالړۍ اوس هم ادامه لري او روانه ده .پدي برخه کي طلوع ،لمر،آريانا اوداسي نور... تلويزيونه ديادوني وړدي چي پکښي زيات شميرد افغانانو دکلتورخلاف سريالونه خپريږي په خواشينۍ سره بآيدووايو چي دخپلومادي ګټو لپاره دافغان ولس پياوړى کلتور او دستور له منځه وړل غواړي.خبري به سپيني کوو:کوم سريالونه چي ددي شبکو څخه خپريږي په ټولو کي دواده نه مخکي اړيکي ،دواده نه مخکي اميندواره کيدل،څوواره واده کول اوترواده وروسته دنوروسره نامشروع اړيکي ټينګول پکښي ښودل کيږي،اوهمدارنګه پکښي بګوان ( د هندوانو مذهبي م عبود ) ته عبآدت کيږي.دلته زموږ په هيوادکي دپوهي دکچي دټيټوالي له کبله لدي نه ټول ځوانان منفي ګټه پورته کوي،ددوي په څير جامي اغوندي اودوى ته ورته پېښې کوي.خو د افسوس خبره داده چي ددي سريالونودکتلوپه مرض زاړه،واړه،نارينه اوښځينه اخته دي، او دا د چرګانودوالګي (انفولزا) دمرض په څيرهرځاى کي خپورسوى دى.په ه� �کورکي چي تلويزيون وي نوپه هغه کورکي دټولوسترګي دسريال پروخت په ټلويزيون کي ښخي وي اوکه څوک خبري وکړي نووايي چي(( ته خوچپ سه صاحبه! مهمه صحنه ده))دژړاخبره خولاداده چي دغه بيکاره اوتقليدګرځوانان بياپه کوڅ و،بانډارونو،محفلونواوښوونځيوکي هم ددي سريالونه کيسي کوي چي فلانکي دفلانکي سره واده وکړ اوفلانکي دفلانکۍ سره واده وکړاو........................دهيوادپه مرکزکابل کي کي هره شپه چي دسريالونودنشروخت وي نوپه ښارکي چنداني خلک اوپه هوټلونوکي چنداني ځاى نه ترسترګوکيږي.اوسمهال زموږ ځيني وړونه اوډيرى خوندي دهمدغوسريالونوپه څ يرکټ مټ پېښي کوي اودسريالودانجلي ياهلک په ډول جامې اغوندي. تيرکال دملت په غمخوره کور(پارلمان) کي دهمدغو متزلزلو او غيراسلامي وافغاني سريالوپرضديوڅوکسان راوپاڅيدل ترڅودغه بندکړي، خودهمدغو سريالونو خپرونکو چينلونو ورسره داسي مقاومت وکړچي هغه کسان اوس خپله ددغوسريالودکتلومعتادين اوخولې يي بندي سوي دي.نوزه ستاسوټولودرنولوستونکوڅخه په ډيره مينه سره غوښتنه کوم چي دپردي کلتورتپونکي دغه سريالونه مه ګورئ اوخپل ماشومان هم لدي نه منع کړئ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "هرڅه له صفر نه پيلول ستره جفا ده! !", "output": "په ((بېنوا)) مشهوره پښتو وېبپاڼه کې مې همدا نن د ((سخي اندړ))په نامه د يو تن ليکنه ولوسته. په ايمان ،چې خوښه مې شوه. بې ريا او د هېوادنۍ مينې په احساس ليکل شوې وه، خو خداى دې وکړي، چې د ولسمشر کرزي په شمول يې د هېواد هغه چارواکي ولولي، چې زموږ د ګران هېواد په اوسني نظام کې ددوى رايه او نظر اهميت لري. الپته د ښاغلي ليکوال پر ليکنه يوه نيوکه هم لرم و چې له غرب نه راغلي وزي� �ان او لوړپوړي چارواکي يې ټول په يوه تله تللي او د شراب او کباب مينه وال يې بللي دي. يا ښايي زما برداشت هم داسې وي، خو له لويديز نه په راغليوو شخصيتونو کې دېر په هېواد مپن ، مخلص او مسلکي پوهان شته، چې په خدمت بوخت دي. خو نه دوى ډېر ځانونه حلوي او نه خپل خدمت پر چا سل حله پلوري. که ليکوال په عياشيو کې د ډوبو کسانو نومونه ياد کړي واى دا به ډېر ښه واى. خير خپلې اصلي خبرې ته راځم. موږ وينو، چې د هېواد په سطح هره ورځ په مجلو، اخبا� �ونو، غونډو ، آن تر دې ،چې په هوټلونو او لارو کوڅو کې د دولت او په تېره د ولسمشر او يو شمېر مهمو شخصيتونو پر خلاف منظم تبليغات ا پروپاګند روان دي. که موږ زياتره سايټونه وګورو او يا د کابل او ولايتونو چاپي خپرونې و� �ولو ډېرى برخه د ولسمشر کرزي پرخلاف په ليکنو او په ټوليزه توګه د هېواد د يوه داسې قشر پرخلاف بوخت دي، چې پر واحد افغانستان او پياوړي ملي وحدت معتقد دي. په دې زياترو پروپاګندو کې ټول درواغ او غلط نه دي، د ځينوو � �ښتياوو څخه په غلطه استدلال کيږي. ولسمشر کرزى نن يوازې يو شخص او يا د هېواد ولسمشر نه دى. دى د هېواد په يوه ډېر خطرناک او بحراني حالت کې دې مقام ته رسيدلى دى، چي هم بين المللي اعتبار لري او هم د ولس او خلکو په منځ کې. که له احساساتو پرته په سړو اعصابو پر دې ښه غور وکړو چي د ولسمشر تشه به څوک ډکوي، چي هم د نړيوالو اعتماد ول� �ي او هم په ټول هېواد کې په مليونونو رايې وګټلاى شي بې له شکه دداسې شخصيت موندل ګران دي. افغانستان شخصيتونه � �ري، خو له ولسمشر سره اوس د هيواد د سياست شپږ کلنه تجربه ده او دا يو لوى امتياز دى. ځکه خو بايد د هېواد ب� �خليک لپاره د ولسمشر کرزي د شخصيت د تخريب او يا دده د ناکامۍ مخه ونيول شي. د ښاغلي اندړ پخ ليکنه کې پر هغو ستونزو لنډه ، خ په دېره معقوله او مناسبه بڼه رڼا اچول شوې ده، چې زموږ اوسنى دولت او په ځانګړې توګه ولسمشر ک� �زى ورسره مخامخ دى. زموږ د روڼاندو او ليکوالانو په شمول ددولت لوړ رتبه اراکين په تېره وزيران او د پارلمان هغه غړي ، چې له ښاغلي کرزي سره نږدې روابط لري بايد دغه ستونزې مذرح کړي. ليکوالان دې همدغه مسايل را وباسي، څوک دي، چې ټول نظام غواړي ناکام کړي؟ داودزى او حميد زاده رسمي کوم مسووليتونه لري او دوى په کومو چارو بوخت دي؟ د کابينې، پارلمان او ولسمشر ترمنځ د خپلمنځي اعتماد فضا څنګه جوړېداى شي؟ ولسمشر کومې کمزورۍ ل� �ي، چې بايد اصلاح شي.....دا ټولې پوښتنې بايد ځواب شي. زما له نظره يوه لويه ستونزه داده، چې د هېواد د اداري نظام او تشکيلاتو توازن ډېر ګډوډ شوى دى. د اصولي رسمي تشکيلاتو په منځ کې ځينې ادارې داسې دي، چې يايي د صلاح يتونو حدود معلوم نه دي يا غلطې استفادې تري کيږي. د ساري په ډول ، د ادارۀ امور لوى رياست، يا د ولسمشر د دفتر � �ياست، چې اصلاَ دغه دوه دفترونه يوازې د ولسمشر او ولس او يا نورو دولتي ارګانونو ترمنځ د اړيکو مسووليت لري. که په دې برخه کې اصول رعايت شي ، ددغو دفترونو صلاحيتونه او دندې روښانه شي ، بيا که دلته هرڅو ک وي ولس او يا نور دولتي ارګانونه به ترې شکايت نه لري. اوس يوه لويه لانجه همدغه ده، چي عمر داودزى ځان د هيواد دوهم شخص بو� �ي ، په داسې حال کې چي ولس او پارلمان ته ولسمشر او کابينه مسوول دي. ددې ټولو لانجو د حل ښه لاره هممدغه ده، چي د ولس سپين ږيري ، علماء، د پارلمان غړي ، وزيران او وطندوست روښانفکران ولسمش ته دغه ستونزې يادې کړي ، ت� �څو نظام په قانوني او اصولي چوکاټونو برابر شي. که دا کار ونشي د نورو کسانو د غلطيو او مغرضانه کړنو په غب� �ګون کې به ولسمشر تخريبيږي او پايله به يې ددې درست نظام ناکامي وي. افغان ولس به بيا خداى خبر دى، څومره موده د پرديو منتونه ګالي، ترڅو کوم بل کرزى جوړ او بيا دغه اوږده له صفر نه پيل شي. دا به زموږ تر ټولو لويه بدمرغي وي، چې بيا هرڅه له صفر نه پيلوو. ښايي نړيوال هم مخ واړوي او شرايط له يوې مخې بدل شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سباورځ !", "output": "دوئ سوچونه کوي او تدبیرونه سازيچه دســـــبا ورځيپیل څنـگه وکړي خوزه په دې سوچ کومچـــه سبـــــــــــــا ورځ زما لپاره شــته او کنه! یا مونږسبا ورځ لپــاره یو او کنهځکه چه نه پـــــو هیــــــــــــږمدقسمت کرښي نه بد لیــــــــږ يجانانه مه کوه تقدیرته تدبیرونه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كنړ دطالبانو دجګړو ستر مورچل", "output": "دبينوا خبريال تيره اوونۍ كنړ ته پدې موخه سفر درلود ترڅو كره معلومات دغره دزمري دپيل شويو عملياتو چې پكې درې زره امريكايي او دملي اردو سرتيري برخه لري خپلو لوستونكو ته وړاندې كړي. هڅه مو داوه چې كوړنګړ سيمې ته چې دپيچ په ښكلې دره كې پرته ده او دطالبانو ستر نظامي مركز بلل كيږي ورشو خو ستونزه دلارې اوږدوالی او غرونو ته ختل وه چې مو ونشو كړای ځان ورورسو. دماڼوګۍ ولسوالۍ ته مو حركت وكړ لاره دومره خرابه وه چې ان دموټر دلويدو خطر سيند ته څو وارې مو حس كړ له ماڼوګۍ وړاندې دوټه پور ولسوالۍ چې څو وارې طالبانو تر خپلې ولكې لاندې راوستې وه دوټه پور ولسوالۍ ودانۍ په يوه كور كې وه ولسوال ويل امنيت يې تل تر ګواښ لاندې دی. دمازديګر پنځه بجې وې زمونږ له موټر نه دامريكايي ځواكونو دسرتيرو نظامي كاروان چې دغره دزمري په عملياتو كې يې برخه لرله مخ ته شو لږ وړاندې داوبو په يوې ويالې كې ددغه كاروان يو نظامي موټرپريوت دعامو خلكو موټرو ته يې اجازه نه وركوله چې سيمې تيره شي تردې چې درې ساعته وروسته ددوي موټر له ويالې ووت نو خلكو بيا اجازه ومونده خپلو كورونو په لور لاړ شي. په عامو خلكو كې ناروغان هم ول او ځينو بيا په بيړه ځانونه كورونو ته رسول په يوه ساعت كې نيږدې پنځوس دسپرليو موټر ودريدل هدايت الله ناصح سره چې يوه ښځينه ناروغه هم وه بينوا ته وويل دا دامريكايانو لومړی وار ندی چې ورته لارې بنده وي دوی پخوا هم دا كارونه كړي څو ځله ناروغانو پداسې كړنو سره خپل ژوند له لاسه وركړی كه امريكايانو بيا هم داسې كارونه ترسره كوي خلك به ترې نفرت كوي. هر يوه دامريكايانو له چلنده سر ټكاوه يو بل تن وويل دوي پخپله داسې كارونه كوي چې خلك پرې وځوريږي نو ځكه خلك له طالبانو سره مرسته كوي. دشپې لس بجې وې چې دماڼوګۍ ولسوالۍ ته ورسيدو په لار مو هر ځای دامريكايي ځواكونو نظامي كاروانونه ليدل او هر چېرې به دموټرو تالاشي كيده. دماڼوګۍ ولسوالۍ په يوه ښوونځي كې وه او خپله ودانۍ ترې امريكايي ځواكونو نيولې وه او خپله نظامي اډه پكې جوړه كړې وه. دماڼوګۍ ولسوال محمد رحمان دانش ځوان وه او تازه يې خپلې زده كړې په پاكستان كې ترسره كړې وې له مونږ سره يې مرسته وكړه. محمد رحمان وايي طالبان په خورا زور كې وه او كه دغره دزمري عمليات نه وای نو ښايی دولت ډير څه له لاسه وركړي وای. امريكايي ځواكونو په خپلو عملياتو كې دعامو خلكو په كورونو هم بمبارۍ كړې وې معلم نبي بينوا ته وويل چې په كړنګړ يې دخپلو يو كور وه امريكايي ځواكونو پدغو عملياتو كې بمباري پرې كړې او دكور پنځه غړي يې پکې وژل شوي. دماڼوګۍ ولسوالۍ عامو خلكو بينوا ته وويل له دغو عملياتو پخوا هر ورځ طالبانو پر دوی حكومت كاوه او هر څه ددولت له توانه لوړ وه. ويل كيږي په سيمه كې طالبان ، عرب، حزب اسلامي غړي او پاكستانيان له دولت او امريكايي ځواكونو سره دجګړې ډګر تود ساتي او تر ټولو زيات دابوالاخلاص مصري عرب نوم ياديږي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "عاجل خبر: د لوړو زدکړو وزیر له موټر بمي چاودني روغ خلاص شو", "output": "د عراق د لوړو زدکړو وزیر عابد دیاب العجیلي نن د پلازمیني بغداد په مرکزي سیمه کې سهار مهال له یوې بمي چاودنی روغ خلاص شو . چاودنه د ښاغلي عجیلي د موټرو کتار ته نژدې وشوه. په دې چاودنه کې د نوموړي د موټرو کتار ته ځيان ورسید او دوه و� �سي وګړي هم ژوبل شوي خو نه وزیر او نه هم د هغه ساتونکو ته ځيان رسیدلی دی."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په هیواد کې د ښووني او روزني روانې ستونزی", "output": "د تیرو کلونو په څیر په کابل او و� �ته سړو سیمو کی یو ځل بیا نوی تعلیمی کال د ۱۳۸۸ کال د حمل په میاشت کی پیل شو او په دی توګه د زیاتو دولتې او � �خصې ښوونځېو دروازی د زدکونو پرمخ پرانستل شوی. مخکی تر دی چی د هیواد په تعلیمی نصاب، دولتی او شخصې ښونځیو د درسې میتودونو په اړه خپل نظرستاسو سره شریک کړم، غواړم چی په هیواد کی د روان تاو تریخوالې او امنیتې ستونزو له امله تړل شویو ښونځیوپه اړه لږ معلومات د ګرانو لوستونکو سره هم شریک کړم. د ملګرو ملتونو د بعضې ادارو د سروي او څیړونو له مخې، تیر کال د افغانستان په نا امنه سیمو کی ۷۰۰ ښوونځې تړل شوی وو، د هغې جملی نه ۲۹۲ ښونځې د مستقیمو نظامی حملوښکار شوی وو او په نتیجه کی یی د ښوونکو، زدکونکو او د معارف نورو کا� �کونکو په شمول ۹۲ تنه مړه او ۱۶۹ نور یي ټپیان شوی وو په داسی حال کی چی سږکال هم د پیښو او امنیتې ستونزو کچه د تیر کال په څیر یو شان ثابته شوی، او اټکل شوی ده چی له همدی ستونزی له کبله به په ټول هیواد کې ۲۰۰۰۰۰ کوچنیان د لمړنیو زدکړو څخه بی برخې پاتی شئ. د بلی خوا سږ کال هم د نورو کلونو په څیر د دولتې ښوونځیو تر څنګ شخصې ښوونځېو هم په کار پیل وکړ. د شخصې ښونځیو جوړول یو نیک او پر ځای ګام دی ځکه چی په دی کار سره ښوونې او روزنې ته د ټولنې د وګړو لاس رسې زياتیږی او په ځانګړی توګه د هغو وګړو لپاره چی په دولتې ښونځیو کې ورته د زکړی شرايط دوخت له کمې او یا نورو ستونزو له امله نه وي برابر نوبیا شخصې ښونځې ورته د زدکړی لپاره ډیر ګټور تمامیږی. همدا رنګه د دولتې ښونځیو په پرتله د شخصې ښونځیو نظم او دسپلين ښه دی او شاید چی د ښوونکو سویه یي هم � �وړه وی. ولی د شخصې ښونځیو په پرتله دولتې ښونځې بیا دا ښه والې لری چی دهیواد د ټولو غریبو او شتمنو وګړو پر مخ خلاص وي او کولای شئ چی خپلو زدکړو ته په دې ښونځیوکی په اسانۍ سره دوام ورکړی. دلته د اندیښنې وړ خبره دا ده چی په دواړه ډول ښونځیو کې یو شان او يا معيارې تعلیمې نصاب نشته. په شخصې ښونځیو کې حتی لمړنۍ زدکړی او ښوونې هم په انګلیسې ژبه کې تر سره کیږی او په همدی حال کې هر ښونځې بیلابیل تعلیمې نصاب کاروی، په داسی حال کی چی په دولتې ښونځیو کی د پښتو او دری ځای کرار کرار فارسې (ایرانې) ژبه نيسئ او د زوړ نصاب او پخوانې درسې میتودونو څخه اوس هم کار اخستل کیږی. دغه راز په دولتې ښونځیو کي له یو خوا نظم او دسپلین نشته او د بلې خوا یو شمیر ښونکي له دی کبله چی هم یې معاش ټیټ دی او هم ورته معاش په خپل وخت نه ورکول کیږی، د زدکونکو په وړاندی د پوره مسئولیت احساس نه کوی او له همدی امله کله کله د هغوی زړونه زور نه غواړی چی زدکونکو ته په ټولګې کې درس ورکړی او په دی توګه زمونږ د بی وزلو بچیانو وخت ضایع او د زدکړی د غوره نعمت څخه ک� �ارکرار بی برخی پاتی کیږی. ښکاری چی له همدی نیمګړتیا نه په ویرې سره زمونږ ډیر هیوادوال په دولتې ښونځیو کې د خپلو بچیانو د شاملولو څخه ډډه کوی. ښونکې هم ګرم نه دی ځکه چی هغوی ته هم اولادونه او کورنۍ چاری ور په غاړه دی او د ورځنې ژوند د لګښت او د اولادونو د نفقې د پیدا کولو په موخه دی ته اړ دی چی د ښوونو تر څنګ یو بل کار او غ� �یبۍ ته هم لاس وغزوی او په دی توګه دوی نشئ کولائ چی ټولګې ته د ورتګ نه وړاندی د درس ورکولو تیاری ونیسې دا چی په شخصی ښونځیو کې څه نا څه نظم او دسپلین شته او دبلی خوا هلته زدکړی او ښوونی په انګلیسې ژبه ترس� �ه کیږی، نو د زدکونکو زیات بهیر په دغه لور روان دی. دا ځکه چی انګلیسې د یوی خوا نړیواله ژبه ده او د بلي خوا زمونږ په ټولنه کی ورته دا مهال د پیسو ګټلو وسیلې په توګه هم کتل کیږی. په دی مانا که د چا یوازی څو کلمې انګ� �یسې زده وی نو شاید په بګرام کی د بهرنیو وسلوالو سرتیرو سره د ۵۰۰ ډالرو په مقابل کی ژباړونکې (ترجمان) وګمارل شئ، او په دی توګه زمونږ هیوادوال ددغۍ ژبی د اقتصادی یرغل لاندی راغلي دی. زه له دی څخه په کلکه اندیښنه لرم چی یوه ورځ به زمونږ نوی نسل ټول په انګلیسی ژبه د خپلو مورنیو او ملي ژبو په پرتله ښه پوهیږی او پخپلو ملي ژبو کې به د پوهاوی ډیری ستونزی لری. او له همدغه ځایه به زمونږ د ژبو، تاریخ او کلتور زاوال په عملی توګه شروع شئ ځکه وایې که چیری یو ملت دمنځه وړئ نو د هغه ژبه او کلتور د منځه یوسئ. دلته د یادولو وړ ده چی افغانستان د هغو هیوادونو سره چی خپلو وګړو ته په انګلیسې ژبه د ساینس زدکړې ورکوی توپیر لری دا ځکه چی انګ� �یسې د هغوی رسمې یا ملي ژبه ده، پداسی حال کی چی د افغانستان رسمې ژبې پښتو او دری دی. د پورته ستونزو د هواري په موخه، زه د یوه افغان په توګه دا لاندی د حل لاری چاری خپل حکومت او ولس ته وړاندی کووم: ۱. په هیواد کی دی د اسلامې اساساتو پر بنسټ یو پر مختللی واحد تعلیمی نصاب جوړ شئ، د هیواد په ټولو ښونځیو کی دی � �ایج شئ او په منظمه توګه دی وڅارل شئ. ۲. په شخصې ښونځیو کې دی لږ تر لږه لمړنې زدکړی د هیواد په رسمې ژبو کې تر سره شئ او انګلیسې دی ور سره د یوه مضمون په توګه ولوستل شئ. .۳. د تعلیمې تفتیش او پلټنې نوي سیستمونه دی رامنځ ته شئ ۴. ټولو ښوونکو ته دی د ښوونې او روزنې مدرن میتودونه وروښودل شئ او ددی کار د � �استه راوړلو په موخه دی ورته د هیواد په دننه او بهر کې لنډ مهاله کورسونه او سیمینارونه په دوامداره توګه جوړ شئ. ۵. د ښونکو معاشونه دی لوړشئ او دوي دی د خپلو لاسته راوړونو لپاره وستایل شئ. ۶. په هغه سیمو کی چی ښوونځې د امنیتې ستونزو له امله تړل شوی دی، دولت باید امنیتی ستونزی حل کړی او یا د اړونده ولایاتو په مرکزونو کی لیلیه لرونکې ښوونځې جوړ کړی تر څو وګړی وکولای شئ چی خپلو زدکړو ته ادامه ورکړی. دغه � �از دا به هم بده نه وي چی دناامنو ولایاتو زدکونکې د امن لرونکو سیمو په ښونځیو کی شامل شئ او ورته د اوسیدلو � �رایط هم ددولت لخوا برابر شئ. ۷. ښوونکې باید د خپل ملي احساس، اخلاقي، انساني او اسلامي مسولیت له مخې زدکونکو سره زیار وباسې او په پوره اخلاص دی هغوی ته درس ورکړی، خیر دی که د دوي معاش لږ دی. ***د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "آيا وسله وال سياسي ګوندونه به په ريښتيا منحل شي؟؟", "output": "له څه مودې را هيسي د وسله والو سياسي ګوندونو د منحل كيدو خبره را توده شوي ، چي په وار، وار د داسي ګوندونو د منحل كيدو وړانيز لا دمخه د كورنيو چارو وزارت لخوا شوي وو ولي په خواشيني سره بايد ووايم چي هغه وخت چارواكو غوږ پرې ونه ګراوه خو اوس يي چي لاس تر ګريوانه را ورسيده نو ........؟؟؟دا يو څرګند حقيقت دي چي په هيواد كي نه يواځي د ملي غورځنګ (جنبش) ګوند بلكي يو شمير ډير ګوندونه شته چي په كافي توګه په وسلو سمبال دي ، دا دوسلو د شتون خبره هغه م هال يقيني شوه چي تير كال د جوزا په اتمه د يوي ترافيكي پيښي په ترڅ كي څو ملكي وګړي شهيدان شول، او د دغي پيښي د غندلو لپاره لاريون تر سره شو، ولي هغه لاريون نه وو بلكه سمه پوځي كودتاه وه چي په نيم ساعت كي له وسلو سره آريانا تلويزيون ته يي اور ورته كړ او تر دارلامان پوري ورسيدل او دولت يي په دغه ځواك سره مخه نشواى نيوالي، دا به نه وايو چي ددغي غميزي تر شا دكوم ګوند لاس وو ځكه د كابل ښاريان ټول پوهيږي چي دغه لاريون!؟ چا تنظيم كړي وو!وروسته له هغه له سياسي ګوندونو سره هغه مهال د وسلي شتون تثبيت شو چي د روان كال د جوزا په اوومه د ښاغلي جنرال دوستم لخوا د جوزجان د ولايت پر ماڼې باندي پوځې بريد تر سره شو او په جوزجان كي د ښاغلي جمعه خان همدرد پر كور راكيټي حمله وشوه،د افغانستان اساسي قانون په ډير څرګند ډول ويلي چي سياسي ګوندونه نشي كولاي وسله ولري!ولي په وار، وار ليدل شوي چي يو تعداد ګوندونه له پخوا راهيسي په وسلو سمبال پاتي شوي، نو پوښتنه دلته ده چي آيا د غه سياسي وسله وال ګوندونه به په ريښتيا منحل شي؟؟؟ځكه كه اوس تنها د جنبش او آزادي ګوندونو نومونه اخيستل كيږي فكر كوم داسي ګوندونه هم شته چي نوم يي نه اخيستل كيږي ولي تر هرچا ډيري وسلي ل� �ي، كه د هغه ګوند يو غړې هم په حكومت كي نه وي نو چيغې وهي چي مجاهدين په حكومت كي نشته او تر هغه وخته چي دوي د واك په ګدۍ ناست وو نو هغه دوره ورته د ( ماه عسل ) دوره وه.زما په اند افغان ولس نور له وسلي سره حساسيت موند� �ي او د وسلي شتون نور په هيواد كي نشي زغملاي، نو چارواكو ته لازمه ده چي په دغه نيك قدم ژر تر ژره اقدام وكړي او دغه لړي ګړندي كړي، تر څو هيوادوال د ټوپك له ويري پرته د هوسايني ژوند وكړي. په ميـــ� �نه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "علي احمد جلالي: ۲۰۱۰ کال به برخلیک ټاکونکی وي", "output": "فریدون اتل - نیویارک ایډیټ: میرویس جلالزی د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وایې چې ۲۰۱۰ عیسوي کال به په افغانستان کې برخلیک ټاکونکی وي. په واشنګټن کې د امریکې د ملي دفاعي پوهنتون ښونکي وویل چې دغه کال به افغان حکومت ته له ستونزو ډک وي.نوموړي وویل چې شته داسي فرصوتنه چې افغان دولت ترینه کولای شي په روان نوي کال کې ګټه پورته کړي. جلالي زیاته کړه چې یوه ستره موجوده ستونزه دا ده چې افغان حکومت باید د قانون او امنیت د حاکمیت لپاره د خلکو مرسته راجلبه کړي او دا کار په حکومت باندي د خلکو باور ته اړتیا لري هغه څه چې وروستیو بمباریو ډیر کمزوری کړی دی. جلالي وویل چې د ولسي افغانانو مرګ ژوبله ډيره حساسه مسله ده چې د افغان او بهرنیو سرتیرو د نه همغږي له امله رامنځ ته کیږي او په حکومت د خلکو باور کموي. د کورنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړه، باید استخباراتي او تهاجمي عملیات یو ځای طرحه شي که نه نو د ۲۰۰۹ کال تیروتنې به تکرار شي. جلالي وویل چې په افغانستان کې به د ناټو ځواکونو د شمیر زیاتوالی هغه وخت اغیزمن ثابت شي چې د افغانستان له حکومت سره د ناټو همږي زیاته کړای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درمضان لړئ ۱۲ برخه طبی او صحی فلسفې", "output": "درمضان لړئ ۱۲ برخه طبی او صحی فلسفېعلامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاتهبسم الله الرحمن الرحيمقدرمنو مسلمانو ورڼوکه څه هم لکه صاحب دتفسيرظلال چی ويلی دي روژه خوموږ د دې دپاره نيسو چی داداسلام په مقدس دين کښی يوفرضی عبادت دۍ چی په اداکولوسره ئی الله جل جلاله راضی کيږي اوپه نه اداکولو سره ئی انسان غټ ګنهګا رګرځی خوله دې سره سر ه په طبی لحاظ دانسان وصحت ته اودارنګه دانسان وټولوبدنی قواووته ډيری ګټی اوفايدې رسوی دارنګه په اسلام کښی د هرعبادت ومسلمان ته په دنيوی لحاظ ډيری ګټی اوفايدې لری خوداسلام مقدس دين غالبا د دغوګټواوفايدو توضيح نکوی بلکه دهر عبادت داخروی مکافات يا په بل عبارت داخرت ګټی ومسلمانانوته بيانه وي په دې کښی دوه غټ الهی حکمتونه دادی چی يوخو له دې لاری څخه مسلمانان ودې ته متوجه کوی چی دوی بايد دنيا اود دنيا ګټی مقصود ونه ګرځوی دمسلمان نظراوتوجه بايدهميشه ودين او واخرت اوداخرت وګټو ته وي اوبل حکمت په دې کښی دادۍ چی مسلمان چی کوم طاعت اوعبادت کوي نوهغه بايد دالله جل جلاله درضا دپاره اوداخرت دثوابو دپاره وي او بايدمسلمان دنيوی ګټی په عبادت کښی اصلی مطلب ونه ګرځوی نوپه دې وجه زه غواړم چی درمضان دلړئ په يوڅوبرخوکښی دروژې مبارکی هغه فايدې اوګټی درته بيان کړم کومی چی ئې دانسان وصحت او عقل ته اودانسان وفطا نت اوزکاوت اودفهم وقواووته اودارنګه دانسان وټول بدن ته رسوی اوښائی چی دغه بيانونه به بيخی په کمه کچه به بل ځای کښی پيدا کړئ نوپه دې وجه له تاسومحترموڅخه هيله کوم چی دغه بيانونه په غور سره مطالعه کوئ اوګټه ورڅخه اخلئ داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په يوه مبارک حديث کښی چی امام محمد رحمه الله ئی له حضرت ابوهريره څخه روايت کړي دۍ فرمايلی دي ،،سافرواتربحواوصومواتصحوا واغزوا تغنموا ، ، يعنی په سفر ځۍ سفرکوۍ نوبه ګټه حاصله کړئ اوروژه نيسۍ نوبه جوړسۍ دصحت خاوندان به سۍ اوغزا کوۍ نوبه غنيمت حاصل کړۍ اوامام طبرانی په معجم اوسط کښی دغه مبارک حديث په دغوالفاظو سره راوړۍ دۍ ، اغزو تغنموا صومواتصحواسافرو تستغنوا ،يعنی غزا کوئ نوبه غنيمت پیداکړئ اوروژه نيسۍ نوبه جوړ اوصحت مند وګرځۍ اوسفر کوۍ نوبه غنيان سۍ او امام سيوطی صاحب په جامع صغيرکښی دغه مبارک حديث په دې ډول راوړۍ دۍ صوموا تصحوا ،،محترموورڼو دامی يومقدماتی بيان وتاسی ته وکړ اوتحليل بې په راتلونکو برخو کښی انشاالله درته راسیوالسلام ومن الله توفيق نوربيا"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کندهار : يو روغتيايي مرکز ګټي اخستني ته وړاندي سو", "output": "احمد لودين د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالى د بالا کرز په سيمه کي يوروغتيايي مرکز جوړ او دپټۍ په پري کولو سره ګټي اخستي ته وړاندي سو د کندهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا بينوا ته وويل چې نوموړي مرکز د ١٤٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت ، د PAG پروګرام له لارې دنهو مياشتو په موده جوړ سوي دي چي د ١٧ خونو په لرلو سره هر ډول روغتيايي امکانات لري .پخلا وايي چې د دي روغتيايي مرکز په جوړېدو سره د سيمې له ٣٠ تر ٦٠ زرو تنو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې سوې، چې تر دې مخکې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په کندهار کې یوتن د شراب جوړولو په تور ونیول شو", "output": "کندهار: د کندهار امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یوتن د شرابو د جوړولو او واردولو په تور ونیو. د امنیتي چارواکو په وینا، دغه کس، چې سیدمحمد نومیږي د کندهار ښار په دوهمه ناحیه یې کې یې د شرابو د جوړولو او واردوولو چارې پرمخ بیولې. د شرابو د پېر پلور کچه په دې وروستیو کې ډېره لوړه شوېده. د کندز ولایت د اسلامي شورا مشر امرخېل هم په دغه ولایت کې د نشه یي توکیو د قاچاق او پېر او پلور د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي امنیتي ځواکونو په دې برخه کې لازم ګامونه نه دي اخستي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "سي اېن اېن: طالبانو خپل تاکتيکونه بدل کړي", "output": "واشنګټن- طالبانو ،پر افغانستان د امريکا تر يرغل اووه کاله و� �وسته په خپلو جګړه ييزو تګلارو او تاکتيکونو کې بدلون راوستى دى. سې اېن اېن ټلويزيوني شبکې د يوه رپوټ په ترڅ کې وويل، سره له دې، چې افغان دولت د پاکستان څارګرې ادارې له طالبانو سره په مرسته تورنوي، خو ددې ډلې ګواښونه ورځ په ورځ ډېريږي او په خپلو نويو تاکتيکونو سره د جنګي ځواک پايښت غواړي. د سي اېن اېن په وينا، بهرنيو ځواکونو هم دا تومنه پيدا کړې، چې د طالبانو له نويو تاکتيکونو سره روږدي شي او ددوى پر وړاندې د سيمه ييزو خ� �کو مرسته خپله کړي.سي اېن په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي،چې پر ملکي خلکو د پرلپسې بمباريو او د ايتلاف او ناټو د نورو کړنو له امله په ولس کې ددوى پر وړاندې کرکه اوج ته رسېدلې ده. سي اېن اېن وايي، طالبان د څارګ� �و مالوماتو په برخه کې متقابل عمل کوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دافغان كډوالو ستنيدنه وځنډيده", "output": "پيښور ( بينوا ) دافغان كډوالو دخپلې خوښې ستنيدنه داكتوبر لـه يويشتمې څخه دژمى دموسم لـه امله وځنډيده او بيا به دغه ستنيدنه به په مارچ كښې پيل شى، ديو اين ايچ سى آر دمعلوماتو ددفتر لـه مخې په خپرې شوې اعلاميه كښې وئيلى شوى دى چې كوم كډوال چې غواړى په خپله خوښه ستانه شى دپيښور كوئټې په مركزونو كښې دې خپل نومونه وليكى"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "کرزی: دشيعه وو د شخصيه احوال قانون مو بيرته پارلمان ته واستاوه", "output": "د افغانستان ولسم شرحامدکرزي نن د شنبې په ورځ وویل چې دافغان شیعه وو د شخصيه احوالو نوی قانون به بېرته ملي شورا ته واستوي چې وګوري ایا دا قانون په رښتیا هم دښځودحقونو سرغړاوی کوي که څنګه. د دې قانون منتقدان وايي چې سړو ته حق ورکوي چې پرښځوتجاوز وکړي اومېړونو ته اجازه ورکوي چې خپلې ښځې له تعلیم اوټولنیزو فعالیتونو راوګرځوي . و� �سمشرکرزي وویل چې ده دعدلیې وزارت ته هم امرکړی چې پردې قانون له سره غوروکړي چې ایا په هغه کې داسي موارد شته چې دښځو له بشري حقونو یا شریعت سره مغایرت لري اوکنه . ملګرو ملتونه او دښځو ملا تړ کونکي ټو� �ني وايي چې دا قانون پرښځوجنسي تجاوز ته اجازه ورکوي . امریکا اوګڼو نورو لوېدیځوهیوادونو له کرزي څخه په کلکه غوښتي دي چې پر دې قانون له سره غور وکړي .دامریکا دبهرنیوچارو وزیرې له کرزي سره په همدې م وضوع ټېلفوني خبرې هم کړي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د بدخشان په ولايت کښي د معيوبينوګټندويه پروژه", "output": "(بي بي سي ): افغاني سري مياشتې د بدخشان ولايت د فيض اباد په ښار کښي د معيوبينو ګټندويه پروژه پلې کړي ده. د مرستو په دي پروژه کښي به معيوبينو ته دموټر مينځلو، ګنډنې اوبدلو او داسي نور سامانونه ورکړل شي چې د خپلي خوښي په کسبو نو کښي تري نه کار واخلي. د سري مياشتې يوه سيمه ايز چارواکي د بي بي سي ځايې خبريال ته ويلي چې په پام کښي د دغه پروژي چاري د ايشکاشم او شيوې تر ولسواليو وغزول شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ولسمشرکرزي دګردېز ځانمرګى بريد وغنده", "output": "کابل :پژواک ولسمشر حامد ک� �زي د پکتيا ولايت په ګردېز ښار کې د غويي په ٣٠مه، شوى ځانمرګى بريد وغنده . نن سهار دلسو بجوپه شاوخوا کې د ګردېز ښار په مرکزي چوک کې يو تن، چې ځان پورې يې چاودېدونکي تړلي و، مخکې � �ه دې، چې د ايتلاف او ملي اردو کاروان سيمې ته ورسيږي چاودنه وکړه . په دغه پېښه کې شاوخوا ١٠ تنه عام وګړي ووژل شول او له ٣٠ څخه زيات ټپيان شول ، چې دډېرو ټپيانو روغتيايي وضعه داندېښنې وړ ښودل شوې ده . د ولسم شر د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه را� �ېږل شوې خبر پاڼه کې حامدکرزي دغه ترهګر عمل د اسلام او انسانيت ضد کار بللى او زياته کړې يې ده ، چې دهېواد دښمنان قصداً غواړي په ښارونو او د عامو وګړو دګڼې ګوڼې په سيمو کې ترهګريز فعاليتونه ترسره کړي . حامد کرزي د دا ډول کارونو ترشاه د پرديو لاس بللى او ويلي يې دي ، چې ناپوهه اجنبيان له افغانانو سره دښمني لري . هغه په خبر پاڼه کې زياته کړې چې د هېواد او هېوادوالو دښمنان د دا ډول کرغېړنوکارونو د ترسره کولو لپاره خپلې موخې نه شي ترلاسه کولى او ډېر ژر به د خپلو شومو کارونو انجام ته ورسيږي . ولسمشر حامد کرزي د ګردېز د ځانمرګي بريد له زيانمنو شويو کو� �نيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ټپيانو ته يې د ژر رغېدو دعا کړې ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د افغانانو د عمل نړیوالي کمیټې اعلامیه", "output": "ددسمبرشلمه ۲۰۰۶ کال لندن په افغانستان کې د سیمي دامن اوخیر ښیګڼې جرګه اوپه بهرکي دمیشتوافغانانوګډون! د افغانانو د عمل نړیواله کمیټه د ډیورند د تپل شوي کرښي په دواړو غاړو کي د سیمي د امن او خیر ښیګڼې جرګو جوړیدل دځینوپه اند د روان ګړکیچ څخه په رښتونې توګه زموږ د خاوري او وګړو ژغورل ، د وخت مهمه پیښه او پر ځاي سیمه ایز سیاست دی . زموږ د پلرنې سوځیدونکي ټاټو بې د اور لمبې یوازی د بهر نۍ لا سوهني، کور نۍ اوږدې جګړې د مخنيوي او دلرو برو افغانانو د جرګه کیدو او یو موټي کیدو په اثر مړې کیدلی شي . په دې بنسټ جرګه د هېواد د تاریخ په ډیرو حساسو شیبو کې د پیچلي بحرانونو څخه د راوتلو یوازینۍ او کارنده موسسه وه او ده، او کولی شي د جګړو تا وده سنګرونه د مفاهمت او یو بل ته د تیریدني په داسي مرکزونو واړوي چې هر یو به په خپل وار افغانستان ته د سولي او ښیرازۍ په راګرځولو کي سیالي وکړي . له دې کبله د افغانانو د عمل نړیواله کمیټه وړاندیزکوي اوتاکید کوي چي په داسي حساسه پیښه کي دهیوادنه بهرافغانانورول اوګډون له پامه ونه غورځوي اوداروپا په کچه دي هم داستازو د ګډون لپاره په افغانستان کې د سیمی د امن اوخیر ښیګڼې په لمړۍ جرګه کي د ملي افغاني هدف دپلي کیدو په موخه دبرخې اخیستني زمینه برابره کړي . په درناوي دکمېټې مشرسیدجان کاروانی"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فيل په غوږ کې بيده ولسمشر ( دسالم ليکنه )", "output": "د سه شنبې په ورځ د حامد کرزي وياند هم ايون حميدزاده څخه په مطبوعاتي کنفرانس کې په وار- وار د خبريالانو له خوا دا پوښتنه وشوه چې ولې افغان حکومت د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو سم هرکلى ونه کړ او دوى يې ونه لمانځل، نه هوايي ميدان ته ورغلل او نه يې بل څوك ورو� �ېږل؟ حميدزاده په لومړيو کې وويل چې له دې موضوع نه دى خبر، بيا يې وويل ولسمشر يوه کميسيون ته دنده سپا� �لې وه، چې د دغو لوبغاړو هرکلى وکړي، بيا يې وويل دى به له ولسمشر سره دا شکايتونه شريکوي. كه چېرې دا رښتيا هم دغسې وو، نو ولسمشر به يې پلټنه كوي. خبريالانو له حميدزاده څخه همدا پوښتل، چې ولې ځينې لوبغاړي چې کله له نورو هېوادونو څخه راشي ګڼ جګپوړي دولتي چارواکي يې هرکلي ته ورځي، ولسمشر يې په شخصي توګه مرسته کوي او لم انځي يې، خو د کرکټ ملي لوبډله چې په کمو امکاناتو يې د نړۍ په كچه زياتې برياوې درلودې نه يې چا لمانځنه وکړه او نه يې ولسمشر کوم وخت نوم په خوله واخيست. د ولسمشر په ګډون چې د فيل په غوږ کې بيده دى يا ځان دغسې ناګاره نيسي، نورو چارواکو هم په دې باب اقدام ونه کړ. ايا دې ټيم دا بريا يوه قوم او يوې ډلې ته راوړه که يې ټول افغانستان ته؟ ولسمشره! هغه هېواد چې ته په کې اوسې په نړۍ کې د مخدره توکو د قاچاق مرکز ګڼل کېږي، د مرګ ژوبلې ډګر ګڼل کېږي خو ستا د هېواد رښتينو بچيانو ورته داسې وياړ راوړ چې تا به يې خوب هم نه و ليدلى، مګر نه يوازې چا دغه رښتيني اتلان ونه لمانځل بلکې چا ياد هم نه کړل. ولې؟ اوس چې د ولسمشرۍ لپاره د ګڼو كسانو له كمپاينونه روان دي، لږ تر لږه خو به دې د ځان د كمپاين لپاه هم د دوى لږ لاسنيوى كاوه، ځكه هسې خو هم په ملت كې مح بوبيت نه لرې او ورځ په ورځ د خپل بېكاره كاري ټيم له كبله خپل حيثيت او محبوبيت له لاسه وركوې. تاسې ګورئ چې ګڼ لوبغاړي چې د لوبو لپاره بهرنيو هېوادونو ته لاړل وتښتېدل او بيا يې د خپل هېواد نوم هم په خپله خوله وانخيست، تا ته به د کرکټ ملي لوبډلې د وفادارۍ پته لګېدلې وي، چې په تش نس او کمو امکاناتو يې لوبې وکړې، نه يوازې ونه تښتېدل بلکې له وياړونو سره دغه خوار او ځپل شوي هېواد ته راغلل."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ښوونيزبنسټونه (اتمه برخه )", "output": "دموندنې (اكتشافي) ښوونيزه كړنلارهDiscovery Method اكتشاف ياكشفول ديوشي دپيداكولواوموندنې په مانادي .ښوونكى پدې ښوونيزه كړنلاره كې زده كوونكي هڅ وي چې رښتې اووقعيتونه وپېژني ،پراختياوركړي اوښې پايلې ترې لاسته راوړي .دغه تخنيك هم دمباحثوي اودپوښتنې ـــ ځواب ښوونيزې كړنلارې غوندې زده كوونكي فكركولوته اړكوي، ترڅو د ستونزو د اواري لپاره لارې چارې ولټوي اوپيدايې كړي .پدې تخنيك كې ښوونكى دنوروهغوپه شان دلارښوونې دنده ترسره كوي اودموضوع په هره ب� �خه كې زده كوونكي په پوره مهارت سره فكركولواود اندڅرګندولوته هڅوي اودفعاليت وړشرايط ورته برابروي .پ� �وسه ښوونكى داسې موضوع اوياپوښتنه رامنځته كوي چې زده كوونكي دهغې دحل لپاره فكروكړي اوله مخې يې پرابلم (پوښتنه) حل كړي .ښوونكى پدې كړنلاره كې نؤمهاليوغوښتنوته پام سره موډلونه ،كارتونه ،فلش كارتونه اوكه شوني وه فلمونه اوعكسونه كاروي اودهغه له مخې زده كوونكي دموضوع په اړه فكركولو،اندڅرګندولو اوكړنوته هڅوي ،ترڅ وله مخې يې په پام كې نيول شوي موضوع كشف او وپېژندل شي . څرنګه چې په هره ښوونيزه كړنلاره كې دزده كوونكيوسويه اوعمرپه پام كې نيول كيږي نوزده كوونكي هم كولاى شي ددوى له سويې سره سمې پوښتنې حل كړي . تمرين يادتكرار ښوونيزه كړنلاره Practical Method تمرين اوتكراردزده كوونكيودپخولو،تعم يم اوتطبيق لپاره يوه اغېزمنه ښوونيزه كړنلاره ده .پدې تخنيك كې تېرلوستونه دزده كوونكيوپه ذهن كې پياوړي كيږي اوهمدارازهغه لوستونه چې كوم زده كوونكي سم نه ورباندې نه وي پوهـ شوي اوياهم دنوموړيولوستونودښوونې پ� �مهال كوم زده كوونكى ناسوب وي ،اويايې هم په لاشعوركې پراته وي بيايې نه وي مطالعه كړي بيرته ذهن ته راپورته كيږي اوزده كوونكي يې زده كولوته هڅول كيږي .دغه ښوونيزه كړنلاره بېلابېل ډولونه لري چې دڅواړينوپه اړه يې دلته په لنډډول ګړيږو . دحفظي تمرين ښوونيزه كړنلاره دغه تمرين ياتكرار يوازې دهغوموضوع ګانودزده كړې لپاره كارول كيږي چې حفظول يې اړين دي اوياهم بې له حفظولوبله لارنلري ،ياني داهغه موضوعګانې دي چې دفكروكو� �واوعقل ونډه پكې ډېره لږه وي ، دبېلګې په ډول : دضرب جدول ، دكيمياوي سمبولونوزده كړه اونور دحفظي تمرين ياتكرارله مخې زده كيږي .دغه موضوګانې بايدزده كوونكي دتكرارپه زورذهن ته وسپاري . استنباطي تم� �ينInference & indirect comprehensive Methodداهغه تمرين اوتكرار دى چې ښوونكى يې پرزده كوونكيو داستدلال ،مباحثې اوفك� �كولوسره په نوي نوي بڼه ترسره كوي .دبېلګې په ډول دهندسې قاضيې چې كله حل كړاى شي اوپه حل يې زده كوونكي ښۀ پوه شي،له هغې وروسته په يادووشويوقضيوباندې دتمرين ترسره كول اودهغه بياحلول استنباطي تمرين دى .سرسري لوستنه يامرور skimming : مرور پريوعبارت دژرتېرېدنې اويادسرسري لوستنې (Skimming) په مانادى دى .دغه تخنيك ددې لپاره كارول كيږي چې له مخې يې دزده كوونكيوپه اذهانوكې تېرلوستونه تازه اوپياوړي شي .دغه كړنلاره ډېرمهال دلوست دلنډولو،دكليدي ټكيو دبيا ويلو ،يادښت كولو،طرحې اودلوست دانځورولوسره اړخ لګوي . كړنيز (عملي ) تمرين Practical Methodدغه تخنيك ديوې كړنې دپياوړتيااوښې زده كړې په موخه دى ترڅودزده كوونكي په مغزوكې زركيني اوله ياده يې ونه باسي .پدې تمرين كې په عملي ډول داوداسه كول اوزده كول ،ورزشي ،كسبي ،ح� �فوي اونورې زده كړې شاملې دي .پدې تخنيك كې بايد ښوونكى دتېروهغوپه شان زده كوونكيوته لازمې سپارښتنې وكړي اوپه خپله لارښوونه كې دې زده كوونكيوته دكړنې موخې په ګوته ،موضوع تشريح اودمهال په نظركې نيولوسره دې دزده كوونكيوله عمراوسويې سره سم چلندوكړي . دسيالۍ ښوونيزه كړنلاره Competition Method دغه كړنلاره ددې لپاره كرول كيږي چې زده كوونكي يې له مخې يوله بل سره سيالۍ اوسالم رقابتونه وكړي اولدې لارې دلوستونوزده كړې ته لا وهڅول شي . دسيالۍ ښوونيزې كړنلارې پروسهښوونكى ديوټولګي زده كوونكي پردوولويواوياهم دلوست دموضوع � �ه څرنګوالي سره سم په څووړوډلوويشي اودښوول شوي لوستوپه اړه ورباندې سيالۍ ترسره كوي .پدې كړنلاره كې زده كوونكي په پرتليزډول ډېرفعال وي اوډېرمهال ښوونكى پكې له لومړنۍ لارښوونې پرته نورهېڅ رول نلري .كه سيالي ددوو، ورته ټولګيودزده كوونكيوترمنځ ترسره كيږي ،نوپدې وخت كې دسيالوالو ټولګيوزده كوونكي پخپل وارسره يوله بل څخه پوښتنې كوي اوښوونكى يوازې زده كوونكي منظم اولارښوونه ورته كوي . پدې تخنيك كې ديادوشويوټو� �ګيوښوونكي اوياهم دښوونځي يوڅوتنه نورښوونكي نوموړي سيالۍ څاري اوپه يوه كتابچه كې دژوري هئيت په توګه په سيالۍ كې ګډونوالوزده كوونكيوته ددوى دبرياليتوبونونمرې وركوي . . .څرنګه چې دسيالۍ تخنيك ډېرمهال ته اړتيا� �ري نوښوونكى بايدمهال په نظركې ونيسي اوله مهال سره سم زده كوونكيوته لارښوونه وكړي ،ترڅومهال بېځايه خرڅ ن� �ي . لابرواتواري ښوونيزه كړنلاره Laboratory Methodكله چې زده كوونكيوته يوه موضوع وښوول شي اوزده كوونكي هغه زده كړي نوله هغې وروسته نوموړې موضوع (لوست ) ورته په لابراتوارتجربه كيږي ،ترڅوپه مغزوكې يې ښه كيني اوياده شوې تجربه په عملي ډول زده كړي .څرنګوه چې لابراتواري تجربې پخپله يوه روڼه ښوونه ده نوپه اړه يې ډېرڅ ه ويلوته اړتيانه ليدل كيږي . داورېدنې اوليدنې ښوونيزه كړنلاره Hearing & seeing Methodددې تخينك له مخې زده كوونكي داوريدولواوليدلوله لارې له راډيو،تلويزيون، وېډيو، سلايډونو،عكسونو،چارتونو،موډلونو اونورو له مخې زده كړه كوي .ددې ښوونيزې كړنلارې بريدكچه (ساحه ) ډېره پراخه اودښوونې پروسه يې شكليزه ( مجسمه يي) ساده اواسانه ده .اوسمهال دليدلواو اوريدلو ښوونيزې كړنلارې لپاره كافي راډيوګانې ،تلوېزيونونه اوكم پيوټرونه لرو اوكېدلاى شي له مخې يې دغه ښوونيزه كړنلاره په ښه ډول پرمخ يوړل شي . استقرايي ښوونيزه كړن� �اره Inductive Method پدې ښوونيزه كړنلاره كې لوست له جزڅخه دكل په لوري ځي .ښوونكى لوست په څوب� �خوويشي اوهرزده كوونكى پخپل وارسره دلوست يوه برخه لولي ،كله چې دلوست كل پوره شي نوپايلې (كل ) ته رسيږي .دغه تخنيك په رياضي اونوروساينسي مضامينوكې ډېراغېزمن دى چې له جزڅخه پيل شي اوبيادسوال ټوليزې قاعدې ته و� �وسيږي لكه دلسم ټولګي په رياضي كې دمحمدبن موسى فارمول او داسې نور .داكړنلاره دلومړنيوښوونځيوپه � �وړوټولګيواوهمداراز دثانيودورې په ټولګيوكې ډېراغېزمن دى . كلي ښوونيزه كړنلاره Entirely Method پدې كړنلاره كې لوست له كل څخه دجزپه لور ي ځي اوپه ټوليزډول په لومړنيوټولګيواو وړكتونونو كې ترې كاراخيستل كيږي .څرنګه چې ماشومان هرڅه دكل په توګه پېژني نويوه موضوع چې په اجزاوو ، ووېشل شي دوى ته ګرانيږي ،نولدې امله بايددوى ته موضوع دكل په توګه وروپېژندل شي .ياني كه چېرې دلومړنيوټولګيوزده كوونكيوته ديوانځوراجزاوې ورښايو نودوى ته دهغې زده كړه او اوپېژنده ګرانه تماميږي اوكه انځورپه بشپړډول وروښودل شي نودوى زرپرې پوهيږي .لدې امله چې دلومړنيودورو زده كوونكيوته لومړني اوساده موادورښوول كيږ ي بايدپه اجزاوو ونه وېشل شي . . ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د فريدې نېكزاد كوم جرئت، كوم كار او كوم راپور؟", "output": "داسې ښكاري چې نړيوال په دې وروستيو كې په پوځي او سياسي ډګر كې سل په سلو كې ړانده او كاڼه شوي دي، پخوا به يې خپل دښمن كه په سوړه كې هم ننوت په ډېر م هارت واژه، خو اوس د واده د محفل، ختم او نورو ولسي غونډو فرق نه شي كولاى د وسلوالو طالبانو په تور په � �سګونوعام خلك وژني، شينډنډ او ننګرهار يې ښې بېلګې دي. داسې ښكاري چې دې مرض نورو برخو ته هم لاره پيدا كړ� �ه، رنګين شعارونه، خو په حقيقت كې هېڅ!! د سپټمبر پر اتلسمه مې په ځينو خبري رسنيو كې واورېدل او ولوستل چې د پژواك خبري اژانس مشر دانش كړوخېل او د پژواك مسوولې مديرې فريدې نېكزاد ته د خبريالۍ په برخه كې د زړورتيا جايزه وركړه شوې ده. http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=62313د پژواک رييس او مسوول مديره د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې جايزې ګتوونګي وپيژندل شولمحمد ويس - Sep 18, 2008 - 10:07 کابل د وږيد پژواک خبري اژانس رييس او مسوولې مديرې د ٢٠٠٨ زيږديز کال د رسنيو د ازادۍ د نړيوالې جايزې ګتوونګي پيژندل شوي دي.د پژواک خبري اژانس � �ييس دانش کړوخيل او مسووله مديره فريده نيکزاد په ژورناليزم کې د دوى د زړورتيا او د رسنيو د ازادۍ په � �اره کې د دوى د فعاليتونو په خاطر، د ژورنالستانو د دفاع د کميټې له خوا ګټونکي پېژندل شويدي . د ژورنا� �ستانو د دفاع د کميټې ( CPJ ) د وږي په ٢٨مه اعلان وکړ چې همدارنګه له عراق څخه بلال حسين، له يوګاندا څخه اندريو ميوندا او له کيوبا څخه هکتور مسيدا ګويرز هم په خپلو هيوادونو کې د يادې شوې جايزې ګټونکي پېژندل شويدي . د ژورنالستانو د دفاع د کمېتې د بورډ مشر پاول ستيجر Paul Steiger په يوې خپرې شوي خبرپاڼې کې ويلي دي: (( دا د لومړۍ کرښې د جبهې ژورنالستان دي چې د خپلو هيوادونو خلکو او نړيوالو ته د خبر جوړولو په لاره کې يې خپل ژوند په خطر کې اچولى دى. ))نوموړي زياته کړې چې د دوى زړورتيا او هوډ، په مهمو ب� �خو کې د نړۍ پوهاوى په پراخه کچه زيات کړى دى .د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې اجراييوي � �ييس جويل سيمون Joel Simon وايي: (( زموږ د جايزې ګټوونکي د ژورنالستانو د حقونو لپاره په هر ځاى کې چې وي، د ژورنا� �ستانو د دفاع د کمېټې د اقداماتو استازيتوب کوي. ))نوموړي زياته کړې چې دوى په دغو ژورنا� �ستانو باندې وياړي او د هغوى له فعاليتونو څخه ملاتړ کوي.د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخيل د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې ياده شوې پرېکړه په ډېرو سختو شرايطو کې د رسنيو د ازادۍ لپاره د خپلو دوامدارو ژمنو څخه ستاينه بولي.نوموړى وايي چې له بيلابيلو غاړو څخه د ګواښونو او تهديدونو سره _ سره، د رسنيو د ازادۍ څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.دى وايي: (( په افغانستان کې ژورنالستان چيرته چې د بې پرې معلوماتو جريان اوس هم د يو لرې پاتې خيال په توګه پاتې شوى، د خطر سره مخامخ دي، خو ما دغه خطر منلى او خپل کارته دوام ورکوم.))نوموړي ټينګار وکړ چې د هدف د لاسته راوړلو � �پاره سرښندنه اړينه ده او زياته يې کړه چې په هيواد کې د بيان آزادي ده ته له لومړيتوبونو څخه ده . کړوخيل ، په ټولې نړۍ کې د زړورو ژورنالستانو څخه د ملاتړ په موخه د ژرونالستانو د دفاع د کمېټې د پرله پسې هڅو ستاينه وکړه.همدارنګه د دغه کمېټې د بورتن بينجامين د ياد د جايزې لپاره د زيمبابوى له هيواد څخه ژورنالست او د بشري حقونو فعال بيتريک ميتوا د بشري حقونو او د بيان د ازادۍ په لاره کې د هغه د هڅو په خاطر د ګټوونکي په توګه پيژندل شوى دى.ټاکل شوې ده چې دغه جايزې د روان زيږديز کال د نومبر په مياشت کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې د امريکا د متحده ايالاتو د نيويارک په ښار کې ګتوونګيو ته و� �کړل شي.پژواک د افغانستان ترټولو لوى خپلواک خبرى اژانس دى چې په هيواد کې اته سيميز دفت� �ونه لري او د هيواد دننه او بهر کې د خبريالانو د يوې پراخې شبکې په درلودو سره په پښتو، دري او انګليسي ژبو خب� �ونه او رپوټونه خپروي.كه څه هم دانش كړوخېل تر يوه حده د دې جايزې مستحق ښكاري چې په سختو شرايطو كې يې پژواك چلولى او د نورو خلكو په څېر ډېر ځان خوښى نه دى، دغه اژانس ځان تر نورو مخكې كړى دى، خو زه د فريده جانې دې � �هكار حيران كړى يم.!!د حيرانۍ ځاى دى، چې د خبريالۍ په ډګر كې نه څوك د فريدې نېكزاد غږ اوري، نه يې راپورونه څه خاص دي او نه چا وليدل چې فريدې نېكزاد دې د كوم غريب او ځورېدلي انسان غږ تر چا پورې رسولى وي، يا يې كوم داسې كار كړى چې د هغې زړورتيا دې خلكو ته څرګنده شي، كه يې په دې برخه كې څه هاخوا دېخوا كړى وي، موږ نه يو پرې خبر!. فريدې نېكزاد ته تر دې مخكې هم يوشمېر بهرنيانو د زړورتيا جايزه وركړې وه. چې دلته يې د خبر بشپړ متن لولئ: http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=57538دا سمه ده چې فريده نېكزاد د رحيم ا� �له سمندر مېرمن ده او سمندر ځان د بهرنيانو په سترګو كې داسې وركړى، چې بس د ټول افغانستان د خبريالانو ملاتړ او مدافع دى، د بيان ازادي ده په افغانستان كې رايج كړه او داسې نور... حال دا چې كه تاسې د افغانستان په جنوبي و� �ايتونو كې له خبريالانو وپوښتـئ چې لږ تر لږه ښاغلي سمندر كومه ورځ ورسره تماس نيولى؟د هغوى د ستونزو پوښتنه يې كړې ده؟ايا په دې پوهېږي چې څوك څوك په دغو ولايتونو كې كار كوي؟په دغو ولايتونو كې خبريالانو په لسهاوو ځله وهل شوي، ګواښل شوي او اوس هم له سخت ګواښ سره مخ دي، خو چېرې دي د خبريالانو د ملاتړ ادارې او م دافعين؟؟ ښاغلى سمندر كله كله د ځينو كسانو د دوسيو څېړلو ته په خپله څارنوالۍ او محكمو ته ورځغلي او په � �اډيوګانو كې يې بد حال جوړ كړى وي، خو كه عبدالصمد روحاني يا د ناامنو ولايتونو بل خبريال وژل كېږي، پر خوله يې د چوپتيا مهر لګولى او څوك يې اواز نه اوري. نه له دولت څخه د هغه د وژنې د تحقيقاتو نتايج غواړي او نه يې د قات� �ينو محاكمه. نه ده څرګنده كه څوك د سمندر مېرمن شوه، هغه خامخا زړوره شوه؟ موږ ته پوښتنه ولاړېږي چې به� �نيان ولې په دې وروستيو كې ځينو شعاري مسايلو ته دومره پكى وهي چې په اصل كې هېڅ معنى نه لري. كه وګورې د خب� �يالانو د ازادو ټولنو مسوولين رحيم الله سمندر او د هغه مېرمن فريده نېكزاد ده، كه د سفما غړي وګورې دوى دي، كه د ژورناليزم نړيوال مركز مسوولين وګورې دوى دي، خو په كوم استعداد، په كوم خدمت او كوم خاص كار؟؟http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=4054http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=46230http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=pas&id=15097 فريده نېكزاد، ګومان نه كوم د افغانستان په نقشه كې دې په دې وپوهېږي چې نوزاد، انجيل، قره باغ، ميوند او چورې ولسوالۍ په كومو ولايتونو پورې اړه لري؟ تاسې څه فكر كوئ فريده نېكزاد به ډېره زړوره وي كه هغه فرانسوۍ خبرياله چې تقريبا دوه اوونۍ مخكې سروبي ته لاړه او د وژل شويو فرانسويانو له قاتلينو سره يې مركې وكړې، د هغوى عكسونه يې واخيستل او په نړۍ كې يې غوغا جوړه كړه. ايا كومه ورځ زموږ دا زړوره خبرياله فريده جانه د شينډنډ ولسوالۍ د پېښې په څېر صحنې ته لاړه چې د وژل شويو كو� �نيو له ښځينه غړوه سره مركې وكړي؟ د خبريالانو د ملاتړ او روزنې له بهرنيو چارواكو هيله كوو، د دې پرځاى چې دا خپلې جايزې غيرمستحقو كسانو ته وركوي، مستحقو كسانو ته دې وركړي. مثلا كه يې په دې برخه كې د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني له كورنۍ سره اقتصادي مرسته كولاى، هم به ثواب و هم خرما."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "كابل ته د امنيت شورا پلاوى راورسېد", "output": "په كابل كي د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر خبر وكړ چي نن � �نبه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوى د افغانستان پلازمېني كابل ته راورسېد. بېنوا ويبپاڼي ته د يوناما دفتر له خوا په راغلې خبرپاڼه كي ليكل شوي چي د امنيت شورا پلاوى افغانستان ته د سولي پيغام راوړى دى. خبرپاڼه زياتوي چي د پلاوي مشرتوب د جاپان سفير كنزو اوشيما په غاړه لري، او نور غړي يې د ارجنټاين، ډنمارك، فرانسې، يونان، قطر، روسيې، انګلستان او د امريكا د متحده ايالاتو استازي دي. ټاكل شوې ده چي پلاوى به د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ له ولسمشر حامدك� �زي، د كابېني له غړو د مدني ټولنو او په افغانستان كي د ملګرو ملتونو له استازيو سره ليدنه وكړي. خبر پاڼه كاږي چي پلاوى به د افغانستان جنوب لوېديځ ته هم سفر وكړي او هلته به له ځايي خ� �كو او ټولنو سره خپل يووالى وښيي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په ملګرو ملتونو کې د کارموندلو موکه", "output": "په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کم� �نري یوه وړ کس ته اړتیا لري. دنده: حمایوي څانګه اداره: یو ان اچ سي آر د کار ځآی: کابل د اسنادو د ټولولو د پیل نیټه د ډسامبر دوه ویشتمه او د پاې نیټه د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ پینځمه د انګریزۍ په ژبه خبري کول شرط دي. تاسو کولای شي چې خپل اسناد په لاندې پته را ولیږۍ. انټرنیټي پته:AFGKAHR@unhcr.org"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "شمالي وزيرستان کې توغندي 16 تنه وژلي", "output": "د پاکستان په قبايلي سیمه شمالي وزيرستان کې گڼ شمير کسان د توغندي په یو بريد کې وژل شوي دي. د دې هيواد سرکاري ټلويزيون گړۍ دمخه د جنوبي وزي� �ستان په ډوگ کلي کې د یوې درندې چاودنې خبر ورکړ .ويل کيږي دا چاودنه په يوو کور باندي د توغندي د لگيدو له ام� �ه رامنځ ته شوه چې لږ تر لږه 16 تنه يې وژلي او 7 نور یې ژوبل کړي دي . دولتي ټلويزيون د عيني شاهدانو په حواله وویل چې گمان کيږي دا بريد د القاعدې او طالبانو په يو مرکز تر سره شوی دی .یو قبایلی مشر چی د نوم له خپریدو سره یې علاقه نلرله د فرانس پرس آژانس ته وویل چې له برید وروسته گڼ شمیر قبایلی طالبان د چاوندي سیمي ته ورسیدل او خپل مړي یې له خاورو خزلو را ویستل .تر اوسه نده روښانه چې دا برید پاکستانيو سرتیرو او که یا هم له کومي بلی خوا تر سره شوی دی ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د سولي په نړیواله ورځ بیا هم په هرات کي جګړه شوی ده", "output": "په داسی حال کی چه دیکشنبی ورځ دسولی نړیواله ورځی سره سمون لاره هرات کی دسختوجګړواو۱۳پولیسودمرګ راپورراغلی جګړه دسلمابندامنیتی ساتونکوباندی شوی یوامنیتی مامورګاونډی هیوادایران ددغوناامنیوشاه ته ښکیل بولی زموږ همکار شرفیارنور حال راکوی. دیکشنبی په بیګااودورځی دوه بیلابیلونښتوکی دهرات چشتی شریف اولسوالی سلمابند۱۳تنه امنیتی پو� �یس مړه اویوشمیرټپیان شوه داخبری دچشتی شریف اولسوال سیدګل خان ټلفون په لیکه ازادی راډیوته وکړی ویویل. سیدګل وایی دملامصتفی په نوم ددولت یوناراضی دسلماداوبوبندامنتی پولیسولارکی دیکشنبی په بیګاه کمین نیولی وه یولس تنه پولیس یی ووژل دله حمله کونکودوه تنه مړه دی دوهم پلادورځی اوږدوکی چه پولیسودمخالفینود� �ټون عملیات پیل کړه دهغوی دمقاومت له امله دوه پولیس نورپه قتل ورسیده اویورنجرموټروسله والوونیوه دپیښی ټول قربانیان ده ۱۳تنه مړه اودوه تنه پولیس ټپیان یادکړه.سیمی ته دهرات دامنیه قوماندانی ۱۰۰)تنه پولیس و� �سیدل یوامنیتی چارواکی چه دوضیفوی اصولوپه بنانوم اوغږنه خپری وی دپیښی له ځایه ازادی راډیوته وویل دسلم ابندامنیتی ستونځی دګاونډی هیوادایران له لوری منځ ته راځی ځکه دهغه په ویناپه جوړیدوسره یی هغه هیوادتاوان وینی . سلمابنددهریرودپه سینددهندوستان په کومک ودانیږی دااوبه ایران ته بهیږی ځکه نودافغانستان ګڼه دولتی مامورینوڅوپلاددغی لانجی اصلی عامل ایران بولی دافغانستان دبهرنیوچارووزیررنګین دادفرسپنتاچه کله اولسی جرګی ته تیرکال دمهاجرولانجه کی څرګندونی کولی زیاته یی کړه چه ایران دسلماپه خاطرډیری کاری ستونځی ورته پیداکړی دسلمابندپه امنیتی ساتونکوپخواهم څوپلاورته مرګونی بریدونه شوی خوایران دادافغانستان خپلی امنیتی ستونځی ګڼی وایی دغه هیوادکی دبیارغونی پلوی دی اوجنګی ډلګیوسره اړیکی نلری."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په لوګر ولايت کې څلور امريکايي سرتيري ووژل شول", "output": "پژواک : کابل ٦ د وري ١٣٨٤ څلور امريکايى سرتيري دافغانستان په سهيل ختيځ ولايت لوګر کې دوري پر ٦ مه نېټه هغه مهال ووژل شول کله چې ددوى موټر پر يو ماين وخت.په باګرام کې دائتلافي قواوو وياندې اغلې تورن سيندي مور Lieutenant Cindy Moore وويل چې دا تر اوسه مالومه نه ده چې دغه ماين زوړ و، او که نوى ايښودل شوى و.نوموړې زياته کړه : دائتلافي قواوو درې موټرې چې دافغانستان دملي اردو له ځواکونو سره په ګډه سيمه کې په تصفيوي عملياتو بوخت وو چې دغه ماين والوت .ددې پر وينا مړي دباګرام هوايى ډګر ته ليږل شوي دي خو دهغوي دهويت په اړه يې څه ونه ويل.تيره اونۍ په هرات ولايت کې هم يو امريکايى سرتيرى وژل شوى او څلور نور هغه مهال ټپيان شوي وو چې ددوى موټر په ورته يو ماين ختلى و.نږدې له دو لسيزو راهيسې په افغانستان کې دماينونو له امله ګڼ شمير خلک مړه اويا ټپيان شوي دي کوم چې دشوروي اتحاد ديرغل او دکورنيو جګړو پر مهال دمختلفو ډلو له خو ايښودل شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د برتانيا ددفاع وزارت مرستيال هلمند ته تللى", "output": "د برتانيا ددفاع وزرات مرستيال چې يو شم ير نور بهرنى ديپلوماتان او افغان فوځى چارواکى ورسره وو، نن غرمه يې په هلمند کې د ميشتو برتانوى ځواکونو له جزتامونو څخه ليدنه کړى او ددغه ولايت له والى ، امنيه قومندان او نورو چارواکو سره يې کتلى دي . د ولايت د پو� �يسو مشر ملاخيل له دغه کتنې څخه خوښى ښودلې او وايى نوموړى په دغه ولايت کې د ډاډمن امنيت د تامين او د بيا� �غاونې دکارونو په ترسره کولو کې د خپل هېواد په استازيتوب د همکاريو ژمنه وکړه او موږ هيله من يو چې د نوو ب� �تانوى عسکرو په راتګ سره به د دغه ولايت په امنيت کې ښه والى راشي . اوس مهال برتانيا هلمند کې لږترلږ٠ ٣٠٠ فوځونه لري ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د کندهار په پنځمه ناحيه کې ځانمرګی بريد وشو.", "output": "د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کې نن سهار يوه ځانمرګې چاودنه وشوه چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول. د بريد کوونکي موخه د ناټو ځواکونو يو کتار و او اوس مهال د پېښې په سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. ويل کيږي چې د چاودنې له امله يو شمېر هټېو هم اور اخيستی دی. پوليسو د چاودنې سيمه کلابنده کړې او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په خوست کې د هندوانو په درمسال بريد شوي .", "output": "د خوست ښار کې تيره شپه ناپيږانده وسله والو کسانود هندوانو په درمسال بريد کړى دى او له دغه درمسال څخه يې يو اندازه نغدې پيسې غلا کړي دي. په دغه بريد کې چې ددغه ولايت د پوليسو مشر يې پخلۍ کړى دى د درمسال هيندارې دروازې او کړکى ماتې او زيانمن شوي دي. چارواکو په دې اړوند پلټنې پيل کړي دي او ددغه بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "مخدره توکي په شمال کښي امنیت ته یو ستر گواښ دی", "output": "دا ټکي د بدخشان په پلازمینه فیض اباد کښي د جرمني ولایتي بیا رغوني پی ارټي ټیم قومندان پیټر بیرل څرگند دا ټکي د بدخشان په پلازمینه فیض اباد کښي د جرمني ولایتي بیا رغوني پی ارټي ټیم قومندان پیټر بیرل څرگند کړ .ښاغلی پیټر وویل په شمال کښي گڼ شمیري سیمي د مخدره توکیو په کاروبار او کرکیله خپل روزگار چلوي نو ځکه د ناټو تر مشري لاندي د سوله ساتي ځواک لپاره په دې سیمو کښي شتون خلکو ته په زړه پوري ندی . د نوموړي دا څرگندوني یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چه د جرمني د دفاع وزیر پیټر شتروگ یوه ورځ مخکي له دې افغانستان ته سفر وکړ او په دې هیواد کښي یې د خپلو سرتیرو د سر د امنیت په اړه خپله اندیښنه څرگنده کړه"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د زمزم سپیڅلی اوبه (دپوهیالۍ ا.ح. پیاروخیل لیکنه)", "output": "زمزم د هغی سپیڅلی څاه نوم دی چه د مکی معظمی ښار په بیت الحرام جومات کی د شلو مترو په فاصله د کعبی ختیځ لوری ته واقع ده . د اسلامی تاریخ له مخی د زمزم څاه هغه معجزه ده چه د خدای (ج) په امر د جبریل پواسطه د اسماعیل (ع) د پښو لاندی چه په یوه دښته کی تږۍ وه په نا څاپه توګه پیدا شوه. هر کال په زرګونو مسلمانان د حج فریضی د ادا کولو په وخت کی د دغی سپیڅلی څاه څخه لیدنه کوی او د هغی له خوندورو اوبو څخه څښی او هم یی خپلو ځانوسره خپلو کورنیو او ملګرو ته د تحفی لپاره وړي. د زمزم د سپیڅلی څاه لنډ تاریخ اسلامی تاریخ د زمزم اوبو د څاه پیدایښت محترمی بی بی هاجری د اسماعیل (ع) مور او د ابراهیم (ع) میرمنی ته راجع کوی. د اوس نه څه د پاڅه څلوزره او اته کاله وړاندی محترمی هاجری د صفا او مروا د غونډیو په منځ کی چی یوه وچه دښته وه د خپل ماشوم ځوی اسماعیل (ع) د سختی تندی له امله د اوبو پلټنه کوله ، ځینی اسلامی تاریخونه لیکی چه بی بی هاجره اووه ځله د صفا او مروا غونډیو په منځ کی د اوبو د موندلو لپاره منډی ووهلی مګر هیڅ یی ونه موندل، بیا خدای (ج) چه پخپلو بنده ګانو همیشه رحیم او مهربان دی م� �اًُیکه جبریل (ع) یی د مرستی لپاره ولیږله چه ځمکه یی وکیڼله او د اوبو چینه راپیدا شوه خو ځینی تاریخونه بیا وایي چه اوبه پخپله د اسماعیل (ع) د پښو لاندی په نا څاپه توګه راپیداشوی او یا هم جبریل (ع) پخپلو پښو ځمکه وکینله او بیا یی په خپلو وزرونو خاوری پاکی کړی او د زمزم څاه پیدا شوه. د دغی سپیڅلی څاه نوم د زوم زوم له ک� �می چه د دریدلو او یا تم کیدو په مانا ده اخیستل شویده. اسلامی تاریخ لیکي هغه وخت چی د جورهم قبیلی د مکی م عظمی د ښار واک یی په لاس کی واخیست د زمزم څاه د یو څه وخت لپاره وچه او ورکه شوه، ځینی تاریخونه لیکی چه زمزم د څاه وچیدل او ورکیدل د جورهم د قبلی د زیاتو ګناهونو له امله وه او بیا ځینی لیکی چه کله د جورهم قبیلی د مکی ښارڅخه پرشا ولاړل او ښار یی پریښود نو د زمزم څاه یی د خاورو نه ډکه او پټه کړی. خو بیا دغه څاه د حضرت محمد (ص) د نیکه ابوالمطلب لخوا چه د زمزم د څاه په هکله یی خوب لیدلی وه ددوهم ځل لپاره کشف او څرګنده شوه. د محترمی بی بی هاجره او د زمزمو د اوبو دغه کیسه د اسلام په دین کی د یواسلامی دود په بیلګه تر نن ورځی پاتی شوه او ټول هغه ښځینه او نارینه مسلمانان چه د حج فریضی د ادا کولو لپاره مکی معظمی ته ځی نو د صفا او مروا د غونډیو تر منځ باید اووه ځله په تیزۍ سره لاړ او راشی او بیا د زمزم سپیڅلی اوبه و څښی. د اسلام دینی عالمان په دی موافق دی چه د زمزم د اوبو څښل ټولو مسلمانانوته په خاصه توګه هغو مسلمانانو ته چه د حج او یا د عمری د اداکولو لپاره م کی معظمی ته ځی مستحب دی، ځکه چی د صحیح بخاری شریف (۳/۴۹۲) حدیث دی چه حضرت محمد (ص) د حج د اداکولو په وخت کی د زمزم اوبه څښلی دی. او همدا رنګه د صحیح مسلم شریف (۴/۱۹۲۲) کښی ابو ذر غفاری څخه روایت دی چه حضرت محمد (ص) د زمزمو د اوبو په هکله ویلی دی: ((د زمزم اوبه د خدای (ج) رحمت دی اوښه غذا ده چه ستاسو تنده او لوږه دواړه مرفوع کویًٌَِّْ)) چه د ابو ذر غفاری په یو بل حدیث کی د پورتنی حدیث اثبات شوی چه پخپله ابو ذر غفاری د مکی معظمی په ښار د یو میاشتی لپاره پاتی شوی وو، چه د زمزم اوبو نه بغیر هیڅ شی یی د خوړلو او څښلو لپاره نه لرل. صحیح ا� �جامی (۳۳۰۲) هم د زمزمو د اوبو په هکله روایت کوی چه محمد (ص) ویلی (( د ځمکی پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلی اوبه د زمزم اوبه دی، ستاسو لپاره یو ډول غذا او د نارغیو درملنه ده. همدا رنګه سلسلات الصحیح (۸۸۳) روایت کی چه حضرت محمد (ص) د زمزم اوبه څښلی دی، اودس یی پری کړی او هم یی پخپل سر مسح کړیدی، او هر کله به یی زمزم اوبه له ځانه سره په یوه لوښی کی وړلی او د خلکو په سر به یی اچولی او هغو ته به یی د څښلو لپاره ورکولی. ابن ماجه په یوه ح دیث کی روایت کوی او وایی چه حضرت محمد (ص) ووایی (( د زمزم اوبه د هر هغه هدف لپاره دی چی تاسی یی څښی، که یی د � �وغتیا لپاره څښی نو خدای (ج) به صحت درکړی، که یی د یی د لوږی پخاطر څښی نو الله (ج) به مو موړ کړی او که یی د تندی پخاطر څښی نو الله (ج) به مو تنده ماته کړی)). زمزمود اوبو په هکله ځینی ساینسی څیړنی ګن شمیر اسلامی او اروپایی هیوادونو کی د زمزمو د اوبو په هکله هر اړخیزی څیړنی شویدی او د ا یی ثابته کړیده چه د زمزم اوبه د نورو اوبو په پرتله خورا لوړ کیفیت لری او په خپل ترکیب کی دیر د پام وړ منرالونه، مرکبات اومالګی لری، چه د انسان د صحت او روغتیا لپاره ګټور دی. ددغو ساینسی څیړنو له جملی څخه یو څو مهمی څیړنی یی په لاندی ډول دی. ۱. طارق حسین چه یو پاکستانۍ ساینسپوه ده د زمزمو د اوبو په هکله په یوی مقاله کی یادوی چه د زمزم اوبه د اروپا په ځینو تحقیقاتی لابراتوارونوکی تر څیړنی لاندی نیول شوی او په نتیجه کی لیکی چه د زمزم او نو� �و اوبو تر منځ خورا لوی توپیر شته چه مهم توپیرونه یی د کلسیمو او مګنیسیمو د مالګی په کیفیت کی دی، او لیکی چه د زمزمو اوبو د کلسیمو او مګنیسیمو کیفیت د عادی اوبو په پرتله خورا ډیر لوړ دی. محترم طارق حسین وایی؛ دا چه هر کال په میلونونو حاجیان د حج د مراسمو په وخت کی د زمزمو اوبه څښی او د دوی تنده او ستومانی رفع کوی، کیدای شی چه علت یی د زمزمو د اوبو لوړ کیفیت وی، او ډیره مهمه خبره د دی اوبو په هکله داده چی پخپل ترکیب کی خورا زیات فلوراید لری چه د مکروب وژلو خاصیت لری او ّنه پریږدی چه الجی او یا نوری باکتریاوی پکی رشد وکړی. ۲. څیړنو ښودلی ده چه د زمزم اوبه د مکروب وژلو کیمیایی مرکب ( کلورین) ته هیڅ ضرورت نه لری او هیڅکله هم و� �څخه استفاده نده شوی. د زمزم اوبه داسی صحی او پاکی ښکاری لکه چه په ښارونو کی د نلونو تصفیه شوی اوبه کوروته � �یږدول کیږی. دا واضح خبره ده چه طبعی څاکانو، ویالو او د ابو په چینو کی هرومرو ځینی نباتات او مکروبونه رشد کوی، او د اوبو په کیفیت، رنګ، بوی او خوند اغیزه کوی، خو د زمزمو په څاه کی دغه ډول هیڅ نباتات او د اوبو نور مکروبونه ندی لیدل شوی چه دا د الله (ج) لوی حکمت دی او مونږ یی باید شکر وباسو. ۳. دا ثابته شوی ده چه د زمزم اوبه د ځینو ناروغیو لپاره ښه درملنه ده. ساینسپوهان پدی هکله وایی چه د زمزم اوبه د ډیرو ګټور منرالونه او مالګی په لرلو سره د مکروب وژلو ښه خاصیت لری. د زمزم اوبه په خپل ترکیب کی سودیم، کلسیم، پوتاشیم، م ګنیزیم او ځینی نور ګټور مرکبات لری چه د ځینو ناروغیو لکه: د مفاصلو التهاب، روماتیسم او د هډوکو او پوستکی بیلابیلو بی نظمیو لپاره ښه درملنه او دوا ده. ۴. ډاکتر ماسارو ایموتو چه یو جاپانۍ ساینس پوه دی پدی نږ دی وختونوکی یی د زمزمو اوبو په هکله بیلابیلی څیړنی کړیدی او وایی چه د زمزمود اوبو کرستالونه د نورو اوبو په پرتله خورا ډیر زیات توپیر لری او وایی چه د ډیرو څیړنو په نتیجه کی د طبعی کیفیت او کمیت له نظره هیڅ ډول توپیرد زمزمو په اوبو کی ندی موندل شوی. ډیره مهمه خبره دا ده چی ډاکتر ایموتو وایی چه کله د زمزمو د اوبو یو څاڅکی د عادی اوبو په زرو څاڅکو کی علاوه شی نو عادی اوبه به هم د کیفیت له نظره کټ مټ د زمزمو د اوبو په شان وی، چه دا ډیره د حیرانتیا خبره ده. ۵. ددنیا په بازارونو او مارکیتونو کی اوبه د منرالونو د ښه کیفیت او کمیت له نظره په لوړه بیه خرڅیږی او ښی اوبه هغه اوبه دی چه د منرالونو اندازه یی ۳۵۰-۱۵۰ ملي ګرامه په یوه � �یتر کی وی. د حیرانتیا خبره داده چه د منرالونو اندازه د زمزمو په اوبو کی ۲۰۰۰ملي ګرامه په یوه لیتر کی ده او زیاته اندازه یی هم د سودیم، مګنیزیم او پوتاشیم منرالونه دی چه د نورو منرالونو په پرتله خورا ډیر ګټور دی. ۶. ساینس او تکنالوژۍ دا ثابته کړیده چه د زړه او شریانونو ناروغي په هغو کسانو کی چه د زمزم په شان د زیاتو منرال لرونکو اوبه څښی، کمه لیدل شویده او یا هم هیڅ نشته. ۷. اوبه د ښی هاضمی لپاره مهم مرکب بلل کیږی، خو په دی شرط چه په خپل یوه لیتر ترکیب کی د ۲۵۰ ملي ګرامو څخه زیات د بای کاربونټ مرکب ولری. د دنیا تر ټولو ښه منرال لرونکی اوبه د فرانسی د اویان د چینی اوبه دی چه د بای کاربونټ اندازه یی ۳۵۷ملي ګرامه په یوه � �یتر کی ده. پداسی حال کی چه د زمزمو په اوبو کی د بای کاربونټ اندازه ۳۶۶ ملي ګرامه په یوه لیتر کی ده. چه ددنیا د مشهوری چینی له اوبو څخه ۹ ملي ګرامه زیاته ده. چه داخبره د حضرت محمد (ص) د حدیث چه فرمایی ((د زمزم اوبه د مځکی پر مخ تر ټولو غوره او سپیڅلی اوبه دی)) ښه ثبوت دی. ۸. د زمزمو په اوبو کی اته قسمه مهم عناصر موجود دی چه ددوی اندازه د نورو اوبو په پر تله خورا ډیر زیات دی چه دا عناصر مګنیزیم سلفیټ، سودیم سلفیټ، سودیم کلورایډ، کلسیم کاربونټ، پوتاشیم نایتریټ، هایدروجن سلفیټ، سلفور او بای کاربونیټ دی. د زمزمو اوبو د څښلو آداب د ابن عباس رضی الله عنه په یوه حدیث کی روایت شوی چه وایی (( یو سړی ابن عباس (رض) ته � �اغی، نو ابن عباس (رض) ورڅخه پوښتنه وکړه چه له کومه ځایه راغلي؟ نوموړی سړی ځواب ورکړ چه د زمزم له چیني څخه � �اغلم. بیا ابن عباس (رض) ورڅخه وپوښتل، آیا د زمزم اوبه دی لکه څنګه چه باید وڅښل شې وڅښلی؟ سړې ځواب ورکړ ای ابن عباسه د زمزم اوبه څرنګه باید وڅښل شې؟ ابن عباس ځواب ورکړ او ورته یی وویل کله چه د زمزم اوبه څښی نو مخ د باید د قبلی په لور وی، الله (ج) باید یاد کړی، په دریو دمو یی وڅښی، څومره چه څښلی شې باید ویی څښی او په آخر کی باید شکر وباسې. ابن عباس به چه کله د زمزم اوبه څښلې همیشه به د نافع علم، پراخه روزې او د ښه صحت دعا کوله. د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کی لاندی آداب باید په نظر کی ونیول شي: ۱. د زمزمو اوبه باید په دریو دمو وڅښل شی. ۲. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کی مو مخ باید د قبلی په لور وی. ۳. د زمزم اوبه څومره چه څښلی شو باید ویی څښو. ۴. د زمزمو اوبو د څښلو په وخت کی باید دعا وکړو او شکر وباسوو. ۵. د زمزم اوبه چه د هر مقصد � �پاره وڅښل شی نو خدای به مو مقصد پوره کړي. نو ښه به داوی چه د ابن عباس (رض) په شان د نافع علم، پراخی روزی او پوره صحت غوښتنه وکړو. په آخر کی راځی چه د الله (ج) لوی دربار ته لاس په دعا شو چه لمړی د بیت الله شریف حج را په نصیب کړی او بیا د زمزمو د اوبو څښلو په وخت کی د پوره صحت، نافع علم، د ګناهو څخه د مغفرت، له مرګ نه و� �وسته ژوند په جنت کی، د جمعي په ورځ د با وقاره مرګ او په دنیا او آخرت کی د پوره عزت او سر لوړی ژوند غوښتنه وکړو. آمین"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ډاکتر انوارلحق احدي او د کندهار غونډه", "output": "ګزارشګر : حکمت الله څرك / کندهار په كندهار كي د افغان ملت ګوند له خوا د كرزي د كانديداتورۍ ملاتړ غونډه جوړه شوه د روان كال د وږى پر ١٢ مه د افغان ملت ګوند له خوا د حامد كرزى د كانديداتورۍ د ملاتړ غونډه د نوموړى ګوند د مشر پروفيسر ډاکتر انورالحق احدي په مشرۍ او د سل ګونو ګوندي غړو، سپين ږيرو او ازادو خلګو په ګډون د كندهار ښار په خوشبخت سالون كي جوړه شوه. دا غونډه تر غرمي وروسته پر٣ بجې د قران شريف د څو سپيڅلو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه په پيل كي په كندهار كي د ګوند د ولايتي شورا غړى او د كندهار د ګمرك رئيس حاجي عزيزالله اسحاقي د پيل وينا وكړه، په هيواد كي پر شته ستونزو، د هغو پر لاملونو او د اواري پر لارو چارو يې وږغيد. ورپسي د نوموړى ګوند مشر ښاغلى ډاكتر احدي د تودو چكچكو په بدرګه د دريځ مخي ته وبلل شو ښاغلى احدي په پيل كي وويل: زه ستاسو د تاوده هركلي او احساساتو څرګندولو لپاره د مننى ټكى نه لرم خو بس وايم چي تشكر،نوموړی لومړى د ملتونو د سياسى تكامل پر بهير وږغيد او ويې وويل: ملتونه د خپل سياسي تكامل په ترڅ كي له درو مرحلو څخه تيريږى چي لومړۍ يې د دولت جوړولو دويمه د ملت جوړولو او دريمه يې هم د ديموكراسۍ مرحله ده، ده د همدغو درو پړاوونو په اړه اوږدې خبري وكړى، بيا د افغان ملت ګوند پر تاريخ او ارزښت وږغيده او په پاي كي يې د خپل ګوند له خوا د ښاغلى كرزى د كانديداتورۍ د ملاتړ اعلان وكړ. ده د خپلو خبرو په ترڅ كي د كرزى د حكومت مثبتو او منفي اړخونو ته اشاره وكړه او مثبت اړخونه يې فوق العاده ځواكمن وبلل، ده همدارنګه د كرزي حكومت په افغانستان كي يو انقلاب وباله او د دې انقلاب د تكميل لپاره يې د كرزى بيا ټاكنه اړينه وبلله، ده وويل: زه ډير ګمان كوم چي كرزى صاحب وړونكى دى، خو ښه خبره به دا وي چي موږ دي په ښه لوره اكثريت سره بريالي كړو، په لوى اكثريت د برياليتوب ګټه دا ده چي دي بيا كولاى شي چي پخپله اداره كي لوى تصميمونه ونيسى، ده همدارنګه د نورو ګوندونو په اړه پرته له دې چي نوم يې ياد كړي نظر وښود او ويې وويل: موږ كوښښ كوو چي د ګوندو تعداد لږ شى او درو څلورو ته را ورسيږي او نورګوندونه چي دي ماته يې هيڅ واضحه تګلاره او پلان نه مالوميږى. په ده پسي قومي مشر او د كرنى پخواني وزير عزيز الله ( واصفي ) په كندهار كي د نوموړي ګوند د ښځو د جرګي مشرې عاليې، په زابل كي د ګوند ولايتى جرګي منشى سيدا جان ( غمخور) ،په هلمند كي د ولايتي جرګي په استازيتوب امان الله ( سعادت )، د كندهار پوهنتون رئيس حيات الله ( رفيقي ) او يو سپين ږيري سيد ظاهر اغا ويناوى واورولې، د غونډي په وروستيو كي ځينو مشرانو او تجارانو ښاغلى احدي صاحب ته پګړۍ ور پر سر كړه او نوري ډالۍ يې ورته وړاندى كړې، غونډه د ماځيګر په پنځه نيمو بجو د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيده."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ستره محکمه : سبا به په ټول افغانستان کي روژه وي", "output": "د افغانستان د ستري محکمې په یوه خبرپاڼه کي چي یوه کاپي ئې د بېنوا پاڼي ته هم راغلې ویلي دي چي سبا به د اګست پر ۲۲ نیټه په ټول افغانستان او نورو اسلامي هیوادو کي د روژې مبارکي لومړۍ ورځ وي اړینه ده چي ووایو د افغانستان ستري محمکې د سعودي عربستان سره سم د روژې مبارکي لومړي ورځ سبا اعلان کړې ده"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مک کریستال ارزونکی رپوټ( جلالزی)", "output": "میرویس جلالزی دا وړاندویني چې ګواکي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټال به له پنټاګون څخه د افغانستان د جګړې لپاره د ۴۵۰۰۰ اضافي سرتیرو د استولو غوښتنه وکړي د اوبهاما د ادارې د چارواکو تر مینځ شخړو ته لمن وهي. د دوشنبې په ورځ جنرال کرسټال د افغانستان د حالاتو په باب د خپلې اریابۍ پایلې د امریکې دفاع وزارت ته په یوه رپوټ کې واستولي. د دغه رپوټ یوه یوه کاپي د ناټو عمومي قوماندانۍ او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ته هم استول شوي دي. که څه هم د امریکا په دفاع وزارت کې یوه عالي رتبه نظامي دخپل نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي چې په دغه تحقیقي ګزارش کې له څیړنو وروسته جنرال کرسټال افغانستان ته داضافي سرتیرو د استولو د غوښتني تذکر نه دی کړی خو تمه ده چې ښاغلي کرسټال به د را رواني سپټمبر میاشتې په وروستیو کې له دفاع وزارت څخه د ۲۱۰۰۰ څخه نیولي بیا تر ۴۵۰۰۰ پوري نور سرتیري وغواړي.دمګړۍ په افغانستان کې ۶۲۰۰۰ امریکايي سرتیري ځای پر ځای دي.ډیری امریکایان په افغانستان کې د خپلو سرتیرو ماموریت په داسي حال کې چې نا امني ورځ تر بلي پراخیږي او امریکايي تلفات هم لوړیږي بي ګټي بولي او د افغانستان جګړه په دومره لویه بیه نه اخلي.ستونزمنه جګړه، بودجوې نیمګړتیاوي او مالي بحران هغه مسلې دي چې د امریکې د مرستیال ولسمشر جوبایډن پر وینا په پام کې نیولو سره به یې عام امریکایان څرنګه افغانستان ته د نورو سرتیرو استول ته زړه ښه کړي.د امریکې دغه پوځي مقام چې خپل نوم یې پټ ساتلی مک لچې مجلې ته وویل: (( د امریکې مرستیال ولسمشر جوبایډن اوس دې ته اړ ایستل شوی چې د امریکایې ولس له خوښې او ملاتړ پرته د امریکې دولت نه شي کولای د افغانستان له اوږد مهالي ثبات او په دغه هیواد کې د طالبانو او القاعدې د له مینځه وړلو لپاره نوي ژمني وکړي)).دغه چارواکي ویلي چې د اوبهاما اداره به د بوش د ادارې په څیر دغې جګړې ته ژمنه و نه اوسیږي دا ځکه چې د بوش او اوبهاما ادارې یو له بل څخه توپیر لري. په افغانستان کې دامریکايي قوماندان جنرال مک کرستال د سلاکارانو پر وینا، د جنرال کرستال په ارزونکي رپوټ کې د سرتیرو په اړه ځيني سپارښتنې شوي دي خو سیاسي اندیښنو سپینه ماڼۍ دې ته اړ ایستلي ده چې د دغو سپارښتنو په اړه وروسته او په دقت غور وکړي . دغو چارواکو ویلي چې اوس د سپینې ماڼۍ مشران په دې خبره د ځان پوهول غواړي چې په افغانستان کې څومره نورو سرتیرو ته اړتیا ده او د څومره وخت لپاره. د سپیني ماڼۍ یو شمیر چارواکي وایې، د اوبهاما اداره د روان کال په سر کې افغانستان ته د ۱۷۵۰۰ سرتیرو او ۴۰۰۰ پوځي روزونکو د استول په خاطر د جګړې د لومړۍ کرښې د قوماندانانو له خوا تر سرخت فشار لاندي وه او دا کار کوم شوقي تکتیک نه وو. اوبهاما اوس داسي احساس کوي چې جنرال مک کرستال او د امریکې د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال دیوید پتریوس نوموړی دې ته اړ باسي چې د افغانستان جګړې ته نور سرتیري هم واستوي. تیره میاشت د امریکې د ولسمشر امنیتي سلاکار، متقاعد جنرال جیمزجونز له جنرال کرسټال سره د لیدو پر مهال هغه ته ویلي وو چې د افغانستان د جګړې لپاره باید نور سرتیري و نه غواړي خو جنرال کرسټال له دغې لیدنې څو ورځي وروسته مک لچې مجلې ته په مرکه کې وویل چې دی د افغان ماموریت لپاره نورو سرتیرو ته هم اړتیا لري. د سپیني ماڼۍ ویاند بریان وایت من وایې چې د جنرال مک کرستال د هغه رپوټ جزیات به ژر په ډاګه نه شي چې د دوشنبې په ورځ پنټاګون ته سپارل شوی خوسیاسي کارپوهان دغه ارزونکي رپوټ ته د سیاست د تاوده کچالو نوم ورکوي. د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو ویاند وایې چې دغه رپوټ په لسو مخونو کې ځای کړای شوی او ډیرې سختې جملې پکې کارول شوي دي.پوځي سرچینې وایې چې د جنرال کرستال په دغه رپوټ کې چې د افغانستان د حالاتو ارزونه پکې شوي اوپه تازګۍ پنټاګون او د ناټو قوماندانۍ ته سپارل شوی د افغانستان حالات ډیر کړکیچن ښودل شوي او د لنډ مهال لپاره د افغان ځواکونو د شمیر زیاتوالی په هغه پیمانه چې د طالبانو د مقابلې لپاره کافي وي ناممکن ښیې او وړاندیز کوي چې باید سمدستي پوځي روزونکي ډیر کړای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالب قومندان خبريالانو ته ګواښ وكړ", "output": "د جنوب لويديځي حوزې لپاره د طالبانو پوځي قوم ندان ملا داد الله له اسوشيټيډ پريس خبري اژانس سره په يوه ټلېفوني مركه كي وويل چي كه چيري د آزادو رسنيو خب� �يالان د نړيوال ايتلاف په ګټه د دروغو راپورونه خپاره كړي له مرګ سره به مخ شي.ده وويل نړيوال ايتلاف له خب� �يالانو څخه د طالبانو په مقابل كي د تبليغاتي وسيلې په توګه كار اخلي، نوموړي دا څرګندوني د هغه خبر په اړه وكړې چي تيره ورځ ناټو ځواكونو د كندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو كي د ۲۰۰ طالبانو د وژلو ادعا وكړه.ملا داد الله دا خبره دروغ وګڼل او زياته يې كړه چي په دې جګړو كي آن ۱۰ طالبان هم نه دي وژل شوي، ده وويل ناټو ځواكونو يوازي د خلكو پر كورونو، باغونو او پټيو بمباري وكړې.ملا داد الله وويل د اسلام له نظره دوى دا ح ق لري هغه خبريالان چي د ايتلافي ځواكونو په نقل قول دروغجن خبرونه نشروي ووژني او زياته يې كړه چي د ځانم� �ګو بريدونو لپاره يې ۵۰۰ كسه اماده كړي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د دې ځای ډاکټران ( طنز)", "output": "غوږ مې خوږېدۍ،له ډاکټر سره مې اپاینمنت(د کتنې وعده) جوړ او ایله یوه مېاشت وروسته مې د کتنې وار شو هغه ته ورغلم.« هغه یوه ټوکه ده چې وایي یو ناروغ د لندن ډاکټر ته ورغی او هغه ته يې ویل زه( ۵۹) ثانيې نور ژوند لرم ما وګوره! هغه ورته وویل یو دقیقه صبر وکړه او د هغه وار، چې رارسیده هغه مړ شوی وو ډاکټر ترې مننه وکړه ». هغه شونټۍ(د لاس ډیوه)زما غوږوته ونیوله او د چوک_چوک په ویلو سره یې یو څاڅکى درمل را ته ولیکى . د شپې چې مې په غوږو کې وڅڅاوه، د ښځو ږغ مې د نارینه ؤ او د نارینه هغې مې د ښځو اوریده، زه هغه وخت په ځان پوه شوم، چې په بس ګاډي کې مې یو ې پېغلې ته ښاغلى ووایه نژدې يې سر رامات کړی وای. بیا مې د ډاکټر سره بل اپاینمنت جوړ کړ او د بیا کتلو وار تر رارسیدو پوری دا يوه میاشت مې په کور کې د تلویزیون په لیدو تیره کړه، ډیر خوندور پروګرامونه وه ښځو د نارینه ؤ او نارینه ؤ د ښځو خبری کولې ... یوه میاشت وروسته په خپل وار � �اکټر ته ورغلم او ټوله کیسه مې ورته وکړه. هغه راته وویل :هره دوا له ګتې نه پرته اړخيزې اغیزې هم لري نو دا يې هرومرو اړخيزه اغیزه وه نو دا وار یې یوبل ښه څاڅکى درمل راته ولیکئ. هغه چې مې په غوږو کې وڅڅاوه، په غوږو کې مې بېله واکمن(تیپ) موزیک واهل کیده، او ما ورسره لکه نوی ځوانان سر او اوږې ښورو� �ې او په یوې فاتحې کې مې نژدې د ماتم کونکو لخوا سر مات شوی وای .بیا مې د ډاکټر سره بل اپاينم نت جوړ کړ او یوه میاشت په کور کې کیناستم چې په کومه بله بلا مې اخته نه کړي او ټول ورځ مې نڅاه کوله او د وار د رارسیدو پوري مې لس کیلو وزن له لاسه ورکړ... بیا په خپل وار ډاکټر ته ورغلم او ټوله کیسه مې هغه ته وکړه. هغه وویل: دا هرومرو درملو اړخيزه اغیزه وه. نو یو بل ښه څاڅکى درمل يې راته ولیکئ. هغه چې مې په غوږو کې وڅڅاوه ږغ به د ښې خوا وو، ما به کيڼې خوا ته کتله د یوې خوا ږغ مې له بلی خوا نه اوریده ان په لومړی ورځ مې موټر تکړ کړ بیا مې د ډاکټر سره بل اپاینمنت جوړ کړ او د بیا د کتلو وار درارسیدو پورې مې ډیرې چپېړې وخوړلې... یوه میاشت وروسته په خپل وار ډاکټر ته ورغلم او ټوله کیسه مې هغه ته وکړه، هغه راته وویل: ددې درملو یوه اړخيزه اغیزه همدا د موټر ټکر او چپېړې دي .هغه دا وار روغتون ته وروپیژندلم ایله شپږ میاشتي وروسته مې د کتلو وار راو� �سید، چې ورغلم هغو ډول _ډول جړنګانې زما غوږو ته و ښورولي او په پایله کې یې یوه غوږۍ راکړه ، چې د هغه له کارولو سره مې تر سلو مترو هاخوا ږغونه وسا اورېدل خو په کور کې د دې الې اړخيزه اغیزه زما میرم نې ته ورسیده او د هغې به ټوله ورځ را سره شخړه وه او ویل يې ستا غوږونه ولي د ګاونډي د کور خواته نېغ شوي دي او زما خبری نه اورې.ما څو وارې ورته وویل : دا د دې غوږۍ اړخیزه اغیزه ده خو هغې نه منلنو زموږ تر منځ � �خړې خپل اوج( ستونځ ) ته ورسیدې ما هم نور دګاونډي ښځي د د ستور په اساس خپل کړه وړه تر سره کو� �ه یو سهار چې له خوبه راکښېناستم یو وار مې نارې کړې زما غوږونه جوړ شوي دي او چې غوږو ته مې لاس وروړ غوږۍ نه وه خو میرمنی غوږونه د ګاونډی ددیوال خوا ته نیغ شوی وه او خندل يې . زما خبرې یې نه ا وریدې."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د نوښتګر او آزاد خیاله لیکوال د نا څاپی مړینی په هکله", "output": "د نوښتګر او آزاد خیاله � �یکوال د نا څاپی مړینی په هکله په ډ نمارک کی د افغانستان د فرهنګ د ټولنی د خواشنی پیغام په خواشنی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د دپښتو ، اردو او انګلیسی ژبی وتلی آزاد خیاله او مبتکر لیکوال جعفرخان اڅګزی د ارواښاد ایوب خان زوی، د ور پیښی ناروغی له امله د ابد لپاره ددی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی . اناِ لله وانا اليه راجعون په ډنمارکی کی د افغانستان د فرهنګ ټولنی د مشر تابه جګه ګی اوغړی، د ا� �واښاد جعفرخان ، چی خپل ټول ژوند یی د مطالعی ، څیړنو، فرهنګی فعالیتونوته وقف کړی او د اولس په ژبه یی خپل مبتکرانه اثارچی د مرحوم د ځانګړی نوښت زیږنده دی، موږ ته د ډیری ارزښت ناکه خزانی په توکه په میراث پرایښی دی ، مړینه یوه نه جبران کیدونکی ضایعه کڼی . او په دی غم کی د مرحوم د دوستانو او کورنی سره ځانونه ش� �یک ګڼی . روح دی ښاد وی او کورنی ته یی د زړه صبر غواړو . د ټولنی د مشر تابه جرګه ګی په استازیتوب زمری محقق"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "طالبان : افغان اوبهرنيو سرتيرويي مرګ ژوبله اړولې", "output": "دطالبانو يووياند قاري يوسف احمدي نن له نامعلوم ځاي څخه دټليفون كرښه بېنوا ته دزابل دسيوري و� �سوالۍ په فتح الله خيل سيمه كې دافغان پوځ دسرتيرو ديوه كاماز موټر دويجاړيدو اوپكي دسپرو اتو سرتيرو دوژل كيدو ادعاوكړه . همداډول نوموړي ددغه ولايت دميزاني ولسوالي دبندپوستې دويجاړيدو اوپكي دڅلور ام� �يكايي سرتيرو دوژل كيدو خبر وركړ . طالب وياند وويل چي داروزګان مركز ترينكوټ ته نژدې يي هم دافغان پوځ يوګاډى دليري كنټروليدونكى ماين په واسطه الوزولي چي دده په وينا پكي اته س� �تيري وژل شوي . افغان اوبهرنيوځواكونو تراوسه دطالبانو ددغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ملي احساس", "output": "خاوري د وطن مو ګلوريني دي مونږ پرې تويي كړي خپلي ويني دي ځو به د وختونو له کاروان سره سپيني دي د ژوند لارې مو سپيني دي مونږ ملې غرور ملي اح ساس لرو پاڼي د تاريخ زمونږ رنګيني دي ټيټي به زمونږ د پت شملي نه شي سترګي د غليم که راته سپيني دي ننګ لري غيرت لري ايمان لري پيغلي د وطن مو نا ز نيني دي دا وطن مو ځان دا مو جانان وطن لوله کار نامي زمونږ زرينې دي غرونه مو ښايست لري ښکلا لري ښکلي سر دري مو لا حسينې دي داد شنو زمرو او ګوربتانو کو� � خاورې يې کيميا اوبه شيرينې دي ځار شه ترې نصرته د لندن ښکلي نجونې د هيواد زمونږ سنګينې دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دبېنوا وېبپاڼې ددوهمې کالیزې له امله د مبارکۍ پیغام", "output": "دهېواد په ډېروسیمو کې برېښنایي � �سانتیاوې نه شته او ددې سیموهېوادوال دبېنوابرېښنایي پاڼې دلیدوپه اړه ستونزې لري خودویاړځای دی چي دبېنواټو� �نې له خوا د ښکلا په نوم مجلې له لارې داتشه ډکه شوېده .او ترهرڅه لومړۍ تاسواو ستاسو ټولودوستانو اوځوانانو ته چي پدې چوپړکې ېې له تاسوسره مرسته کړېده اودبېنوا دبرېښنایي پاڼې دوه کلن بهیرموژوندی ساتلی دی دزړه له کومي مبارکي وایم. په تېرو دوو کلونو کې ستاسو دپرله پسې زیار په مټ په نړیوال برېښنایي جال کې دګران افغانستان او هیوادوالو غوښتنې اوستونزې ترډېره ځایه ت� �سترګو شوې اودهېواد ملي ګټې پدې پاڼه کې دافغاني اواسلامي ارزښتونوپه چوکاټ کې په پام کې نیول شویدي او دې پاڼې دیوملي دریځ څرګند او روښان استاریتوب کړیدی . البته چي د کړنوپروخت نیمګړتیاوې او ستونزې وي خوانشاالله چه لرې به شي . ډېروګرانو! هره ټولنه او کلتوری بهیر په خپل کار کې نوښتونوته اړتیا لري چي کېداي شي ستاسو پاڼه هغه راخپل کړي . زماپه آند دهېواد دننه او بهرکې دبرېښنایي امکاناتوددرلودلوپه پام کې نیولوسره بېنواپاڼې خپل جوپړ په خو� �اافغاني دود او سرلوړۍ سره پرمخ بېولی دی . ددې سره سره چه دهېواد په ډېروسیمو کې برېښنایي آسانتیاوې نه شته او ددې سیموهېوادوال دبېنوابرېښنایي پاڼې دلیدوپه اړه ستونزې لري خودویاړځای دی چي دبېنواټولنې له خوا د ښکلا په نوم مجلې له لارې داتشه ډکه شوېده .اوهمداښکلا ده چه دهېواد ټولوسیموته يې دملي ګټوپیغام � �سولی دی. نوهمداوجه ده دبېنوافرهنګي ټولنې ټول غړي اوځوانان، چي دوېبپاڼې په خپرولو او یاهم دښکلا مجلې دچاپ لپاره ېې په ډېره مینه زیار ګاللی ،پرمونږ دستایلو حق لري . په تېره بیا دبرېښنایي پاڼې په برخه کې په خاصه توګه دګران او ځوان خا� �دهادي او ګران او ښایسته ځوان عبدالله احسان هلې ځلې دستایلووړدي . دوړاندیزپه توګه زماغوښتنه داوه که په برېښنایي پاڼه کې یو انځوریزه کړکۍ پ� �انستل شي ډېره به ښه وي . چي په اوس کې به دلیدونکولپاره یو مصوراولیدلی پیغام ولري اوپه راتلونکي کي کېدای � �ي دهېوادلپاره دیوتاریخي مستند زېرمتون یا آرشیف په توګه پاته او خوندي شي. په ډېر درنښت نجیب احم دزی بروسل ـ بلجیم"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "په كاپيسا كې جګړه وشوه", "output": "د نوموړي ولايت د امنيه قومانداني چارواكي وايې چې وړمه شپه د كاپيسا په تګاب ولسوالې كې د پوليسو او دولت ضد کسانو تر منځ د وسله والي نښتي په پايله كې د نورالله په نامه يو تن مخالف بريد كوونکى وژل شوى خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې. ويل كېږي د وژل شوي كس مړى پر ځاى پاتي دى او ترېنه يوه اندازه چاودېدونكي توكي هم تر لاسه شوي دي. كاپيسا د افغانستان هغه ولايت دى چي په ګڼ شمېر کي د ګلبدين حكمتيار په مشري د اسلامي حزب پلويان فعاليت پکې كوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دنوم ليکنې دپروسې په اوږدو کې ١٢ تنه وژل شوي دي", "output": "دافغانستان لپاه دملګرو ملتونو دمرستندويه دفتر وياند ښاغلي مانول دوالميد اسلواديوي خبري غونډې په تر څ کې ويلي دي : دافغانستان دجمهوري رياست دټاکنو لپاره دنو م ليکني په بهير کې په مجموعي ډول ١٢ تنه چې دوه يې بهرنيان وه وژل شوي دي ،او ٣٠ تنه نو ر ټپيان شوي دي ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "دهرات يوتن جنايي مدير ووژل شو", "output": "وسله والوغلو نن ترغرمې دمخه دهرات د رباط سنګي ولسوالۍ د جنايي جرمونو په وړاندې دمبارزي مدير عزيز احمد په ډزو وواژه.د دغه ولايت دامنيه قوم ندانۍ دمطبوعاتو مشر سمونوال نور خان نيكزاد رسنيو ته وويل: پيښه نن ترغرمې دمخه د يادې شوې ولسوالۍ په (كشك كهنه) سيمه كې رامنځ ته شوې ده.وسله وال غله تربريد وروسته له سيمې څخه په تيښته بريالي شوي دي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "درې اړخیزه اتلسمه امنیتي غونډه جوړه شوه.", "output": "بینوا ته دائتلافي ځواکونو له لورې په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نن داگست په ٢٣ مه درې اړخیزه امنیتي اتلسمه غونډه چې پکې دپاکستان دلوی د� �ستیزوال مرستیال احسان سلیم حیات، دافغانستان دملي اردو لوی درستیزول جنرال بسم الله خان، دائتلافي ځواکونو مشر جنرال کارل ایکنبیري او دناټو په مشرۍ دسوله ساتو ځواکونو یا ایساف مشر قومندان جنرال دیوید ریچرد برخه � �رله دلته په پلازمینه کابل کې ترسره شوه. په دې کتنه کې د پولې دواړو غاړو ته امنیت دټینگولو پر موخه دافغانستان_ پاکستان دټینگو گامونو اخیستل له یو بل لوري نه وغوښتل شول دواړه لوري دگډې جگړې یعنې له تروریزم سره په جگړه کې دیو بل ملگرتیا په ملاتړ سره دخبرپاڼې په انگیرنې لا ښه کولای شي. داستخباراتي لارو چارو غښتلي کول دکتنې لپاره مهم توکي ول دیو لړ ټیلیفونونو ویش دواړه لوري داستخباراتي کړنو په ډگر کې پیاوړي کولای شي تر څو ددوی په وینا ددښمن ښه مخه ونیولای شي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "تورک ټایم، المان : د پاکستان بالکانیزېشن", "output": "له تورک ټایم الماني ژبي ویبپاڼي څخه لیکوال . شاهد ر. صدیقی ( ۱) Shahid R. Siddiqi په اسلامې نړۍ کې د سرحدنونو بدلون د امریکا متحده ایالاتو د جغرافیایې ستراتیژۍ یوه برخه ده .اسلام اباد . په اسلامې نړۍ کې د نویو سرحدونو ایستل همداوس د امریکې جیو پولتیک ستراتیژۍ اجنډا په سر کې لیکلې شوې ده . دا کړنلاره د سرحدنو په بدلولو دبیلوبیلو قومونو یا توکمونو ترمنځه په نویو کرښو ایستلو باندې کارکوي . موخه دا ده ، د عدالت په نامه د بې حقوقو،محکومو، مظلومو او زوریدلو مسلمانو لیږکیو ته دنویو سیاسي واحدنو یا هیوادنو رامنځته کول دي . دا د امریکې متحدو ایالاتو پخوانې حکومت د جورج بوش په مشري دسیاسي فکرونو یوه ثابته او منلې شوي برخه وه . د دوی ځینو پلانونو اوچارو لاملو نو ته په کتوسره دغه مفکره ثابته جوتیزي . لکه پوځي ښکیلاګر یرغلونه، په رژیمونو کې بدلون را وستل او له همدې یرغلونوسره یو ځاې په مشخصو ولسونو، سیمو کې تجزیه او ویش پیل شوي دي . پاکستان هم دې سیمو ته ورګڼل کیږي . په سیمه کې د جهادي غورڅنګونو ځواکمنیدل اود دوی پرمختګ د امریکې متحده ایالاتو هژمونیستې سیاست ته یوه ستره نګونه ده . د نویو ځواکونو مرکزونه رامنځته کیدل اود دوی راټوکیدونکې ځواک دنږدې کیدوسره ( روسیه ، چین،هند اوایران . ژباړن ) او په نږدې راتلونکې کې د نړیوال اقتصادي بازار اصلې مرکز اسیا ته په دلیږ دیدو سره او د ټولو توکو یوځاې کیدلو سره امریکایانو خپل سیاسي اقتصادي ځواک په اسیا کې په شدیده ټوګه له لاسه ورکوي . امریکایان مجبور دي په خپل نړیوال سیاست او نړیواله ستراتیژۍ کې نوي بدلونه راولې او هغه شونتیاوې ومومې چې د دوی د ځواک ښویدلو مخه ونیسې .امریکایي ستراتژیستان په دې باور دي ، چې په اسلامي نړۍ کې د ملتونو ویشلو او تجزیه سره د امریکامتحده ایالات کولي شي د جهادیستانو بنسټیز ځواک مخه ونېسې اود دوی مالي زیرمي وچي کړي . دوی غواړي دتیلو شتمني سیمي لکه کوردستان ، د سعودي عربستان ختیځ ته سیمي او بلوچیستان سره بیل کړي . د ګوداکې رژیمومو له خوا یې کنټرول کړي، تر څو دوی د دغو هیوادنو انرژي لرونکي زیرمي خپلي کړي . نور اسلامې هیوادونه باید هم سره ټوټې ټوټې کړل شي، تر څو دوی په اسانه سره کنټړل شي . په عراق کې دغه میکانیزم اوس اوس روان دی . پر ایران باندې پوځي یرغل ددوی د ورځنېو چارو سر لیک جوړوي .د امریکې متحده ایالاتو د ویشلو سیاست د پاکستان په اړه د دغې هیواد سیاسي،اقتصادي، غلط منجمنټ ،د قانون او عدالت تشه، اداري فساد او توکمیزه بیلتون دسي اې ای یو رپوټ پر بنسټ یو بې ثباته هیواد ګنلې شوي دی . دغه لاملونه په پاکستان کې د طالبانیزېشن سبب ګرځیدلې دي . یو شمیر لامولونه بې له شکه د امریکایانو له خوا رامنځته شوي دي . تر څو دغه لاملونه اسلامي بنسټپال واک ته ورسوي . له دې سره به اسلامي بنسټپال د اټومي یا نوکلیار وسلو واک او کنټرول تر لاسه کړي . دا به اسرائیل ته د یوه ویره ونکې خوب سناریو وي . له همدې تګلارې پر بنسټ موخه به دا وي چې د پاکستان اټومي وسلې لمنځه یوړل شي . سره له دې چې پاکستانې حکومت د امریکې یوې عادی اشاره منې او ور ته تسلیم دی . په دغه مامله کې بیا یواځې د پاکستان پوځ خڼد ګرځیدلې دی . پوځ اټومي یا نوکلیار تجهزات او بهرني سیاست کنټرولوي . پوځ د امریکې جګړه په افغانستان کې هم رد وي . پوځ د امریکې فشارنو سربیره نه غواړي د طالبانو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړي او زړه نا زړه دی . د پاکستان پوځ په ویره کې دی چې د جګړې په ترڅ کې به د ډیورنډ کرښې پر دواړوخواو کې د پرتو پښتنو یوالې ته به نوره هم زور ورکړي . ورسره به د دوی ملې امنیت له ستر ګواښ سره مخامخ شي . دښمنې پر دغه خورا حساس پولیزه کمربند باندې جوره ول دا به د مخامخ کیدونکې اصلې ګواښ یعنې هندڅخه پام اړه ول وي .امریکا د پاکستان پر پوځ او څارګرې ادارې آی ایس آی باندې تور لګوي چې د دوی په منځه کې د طالبانو او جهادي ډلو خواخوږ ې شتون لري .له بلې خوا امریکا داریږي یوه بله ضربه په هغه جګړه کې ورکړل شي کوم چې د وی د اتحادې پوځونه سره یوځاې جګړه هرمرو بایلي .له همدې امله امریکایانو، اسرائیلواو هند ته د پاکستان ملا یعنی پنجاب او ښایي سند څخه جوړه وي د یو کمزوري پوځ، بې اغیزي استخبارتې اداره، بې له څیرې کونکې اټومي غاښونوسره څواړخیزه مانا لري . دبلوچستان ایالات او شمال لودیځ سرحدي ایالات تجزیې هڅې دمخصوصو لارو په و سطه پیل شوي . ښاغلې اوبرست پیټرس ، په پنتاګون کې پوځ پوه په یوه مقاله کې د،، خونړي سرحدونو ،،په نامه د منځنې ختیز بالکانیزېشن طرحه وړاندې کوي . دی داسي نظر وړاندې کوي، شمال لودیځ ایالات دې له افغانستان سره بیر ته یوځاې کړل شي . دیو ازاد مستقل بلوچستان د پاکستان او ایران له خاورې څخه رامنځه ته شي . دا سي انګیرل کیږي چې د پاکستانې بلوچستان په خاوره کې اټکل ۷۰۰ میلیارده کوبیک متره ګاز زیرمې او شپږ میلیونه بیرله د خاورې تیل زیرمه شتون لري . Drawn and Quarterdښاغلې زلک هرریرېسون په واشنګټن کې دنړیوالي پالیسي مرکز مشر په خپله مقاله کې داسې لیکې ، د پاکستان تجزیه په دریو خپلواکو برخو یا وحدونوکې د توکمونوتر منځه د کرښې په وستلو کې ترسره کیداشي . پښتونستان یا شمال لودیځ ا یالات د پښتنو څخه جوړشوي او افغانستان دی . ازاد بلوچستان دیو سندي او بلوچې فدریشن له خوا رامنځه ته شي . پاکستان به په اټومي وسلو سمبال دولت چې ملا به یې پنجاب وي رامنځته شي . د ې بیا لیکې د پښتنو نشنلیستي احساس په پښتنې کمربند کې ورځ په ورځ په وده کې دي، دا ویش به ددوی دارامښت سبب شي اود کړکیچ مخه به ونیول شي . پښتانه ، بلوچان او سندیان پنجاب یا پاکستان د دغو ټولو لاملونو،کړکیچونو اصلې مسوول ګڼې . پیټرس او هریرېسون دواړه یوه سندره او خبره کوي، دوی دواړه د سیمي په اړه یوه دوکټرین وړاندې کوي . دوی د امریکې متحده ایا لاتو بهرني سیاست ټاکي او د بهرني سیاست مخکښان دي .بلوچستان د هند او متحده ایا لاتو لپاره هغه مهال یو ه خورا مهمه موخه وګرځیده کله چې د پاکستان پخوانې ولسمشر جنرال مشرف چین سره یو شمیر تړونونه لاسلیک کړو . ده غوستل په سیمه کې د چین اقتصادې ستراتیژۍ امنیت وساتې او په بلوچستان کې یو باثباته حضور تضمین کړي ، ورسره د سر خوږونکو او پاڅونکونکې قومونو بغاوت په شاوتمبوي .د چین حضور د کوادر په بندر کې چینایانو ته لاره هند سمندر ته خلاصه کړي . دا به امریکایانو او هندوانو ته د منلو وړ نه وي . لومړنۍ ته دهند په سمندر کې جنګې بیړیو ته ګواښ پیښ کړي ،ورستي ته د ایران هرموز تنګې ته د ورنږدې کیدو سره نا ارامې رامنځته کولو په مانا ده .جنرال اسلم بیګ د پاکستان پوځ یو پخوانې مشر په خپله یوه مقاله کې لیکې ، د هند او متحده ایالاتو تر منځه دستراتیژیک ملګرتوب او د ګدې څارګري ادارې رامنځته کول تړون لاسلیک شوي دی . په دغه تړون کې سي اې ای ، د اسرائیلو څارګره اداره موصاد، د انګریزانوڅارګره اداره ام شپاړلس، د هند استخباراتو ادارې د پلتنو او څیړنو څنګه او نور استخبارتي سازمانونه چې په افغانستان کې فعال دي شامل دي . دا ټول همدا اوس د پاکستان، ایران، چین، روسیه او نورو اسیایې هیوادو د بې ثباته کولو په لټه کې دي .د بیګ په خبره د قبایلې سیمو کمربند نارازیان یا مخالفین په سروبې او کندهار کې روزل کیږي او بیا شمال لودیځ ایالات ته د عملیاتو لپاره استول کیږي . هم مهال د لشکرګاه او ناوې په پوځې اډو کې د ازاد بلوچستان د خپلواکې پوځ جنګیالې بلوچستان ایالات ته دسقوط ورکولو په موخه روزل او فعال کیږي، په پیسو او وسلو سمبال کیږي .په شمال لودیځ ایالات کې یوه نوې ډله شکل نیسې ، دوی په مقاومت باندې لاس پورې کړي دی . د پاکستانې طالبان په نامه ،، تحریکې طالباني پاکستان ،، دوی قبایلي سیمي امنیت او د ایالات نورو ارامو سیمو ته یو خورا جدې ګواښ رامنځته کړي دی . د راپورنو پر بنسټ دا جګړه به یو مرستیاله جګړه د متحده ایالاتو او هند لپاره وي . په بدل کې د پاکستان پوځ په څلور جبهو کې مصروف ساتل شوي دی . د افغاني طالبانو پر وړاندې جګړه د پاکستانې قبائیلې سیمو په منځ کې،په شمال لودیځ ایالات کې د پاکستانې طالبانو سره مقابله، د بلوچستان د خپلواکې غوښتونکو پر وړاندې جګړه، د بمبی چاودنو څخه ورسته د هند او پاکستان پر پولو د هند پوځ شمیر ډیریدل . دا ټول پو ځ لپاره یو دروند بار او ګران کړکیچن حالات رامنځته کړي دي . له همدی سره بې کچه د پوځ زیرمو څخه استفاده کیږي . دنړیوالتوب د پلټنو مرکز مشر ،، امریکا د ټرهګرو سره په جګړه کې ،، د کتاب لیکوال ښاغلی میکل شوسدوفسکې په خپله یوه علمې ليکنه کې ،،د پاکستان بې ثباتېشن ،، په نامه هم دې موافق دي،د ده د څیړنو او اند پر بنسټ وایې . د واشنګټن د بهرنیو چارو سیاست او سیاسي کورس په فعاله توګه پاکستان دیو ملت په توګه د سیاسي ټوټه ټوټه کیدلو او بلکانیزېشن پر مخ بیولو کې ستره ونډه اخلي . شوسدوفسکې بیا لیکې ، د متحده ایالاتو کرښه ایستل د ټولنیزو، توکمیزو، ګوندې بیلتون او سیاسي ویش په دخییلو باندې باید پیل شي . له همدی سره د پاکستان دتیروټیریل یا خاورې ویش او تجزیه مل ده . د امریکې انیسیاتیف د اسلامې نړۍ د ویشلو په اړه چې پاکستان هم په کې شامل دي . کیدای شي د دوی د ناسمو سنجیشونو له کبله خطا پریوزي . ځکه دوی د یوې ډیرې ټپې او بې ثباته جیو سیاسي سناریو پلان جوړ کړي دی . دامریکې سیاسي او اقتصادي کمښتونو ته په کتوسره او د جهادیانو قابلیت د جګړې په برې کې او د متحده ایالاتو امپریالیزم ته په کتو سره کیدای شي چې حالات له کنټروله ووځې . دا به د امریکې انتریس ته په ټوله نړۍ کې ډیرمضر تمام شي . سیمیز او نړیوال امنیت به له جدې ګواښ سره مخامخ کړي شي . له همدی امله باید د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغان جګړې په اړه یوار بیا سم فکر او سنجش وکړي . پای ( ۱) شاهد ر. صدیقې یو سیاسي مبصر او کارپودی ، ده د خبریال په توګه او په رادیو کې دندي تر سره کړي دي . دمنجمنټ په ستر وسترو مقامونو کې کار کړي ، د پاکستان په هوایې پوځ کې هم دنده تر سره کړي ده ."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "قطر هوډ کړی چي لبنان ته سرتیري ولیږي", "output": "د قطر د بهرنیو چارو وزیر جاسم نن په دوحه کې يوې خبري ناستې ته وویل چې هیواد یې هوډ لري د خپل هیواد دوه تر درې سوه سرتیري د لبنان سویل ته د ملگ� �و ملتونو د یونیفل د ځواکونو ملتیا ته د امنیت د خوندي کولو په موخه ولیږي، خو لا هم ملگرو ملتونو تردم گړي د دې خبر په اړه غبرگون نه دی ښکاره کړی، قطر لومړی عرب هیواد دی چې لبنان ته خپل سرتیري استوي."}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "د مخدره موادو پر ضد وزارت کاري موکه", "output": "د مخدره موادو پر ضد وزارت کاري موکه د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت د خپلې یوې پروژې لپاره د رسنیو د برخې یوه کارکونکي ته اړتیا لري. دنده: د مطبوعاتو افسر - Public Information & Communication Officer د دندې ځای:کابل د مخدره توکو پر وړاندي د مبارز وزارت پروژه: GPI وړ کسان کولای شي چې خپل اسناد روان عیسوي کال د جنورۍ میاشتي تر ۱۲مې نیټي پوري په لاندې پته را ولیږي. ایمیل: GPI.vacancies @gmail.com Interested Female Afghan nationals candidates should submit their CV with cover letter and explaining their interest and suitability for the post to: HR unit of AFMU/GPI, Address: Fourth Floor, Banayee Construction Unit, Kabul-Jalalabad main Road, Kabul, AfghanistanEmail: GPI.vacancies @gmail.comPhone: 0700-445 151- 0708-904 855"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ارزګان : ايساف دري تنه ماشومان وژلي دي", "output": "احمد لودين په اروزگان كي بهرنيو ځواكونو درى تنه ماشومان ووژلداروزگان دامنيت امر وايي چي دبهرنيو ځواكونو په يوه توغنديي بريد كي دري تنه ماشومان وژل سوي دي.امر سمونوال محمدنبي وويل چي پيښه تيره ورځ په خاص اروزگان كي رامنځ ته سوي ده .دنوموړي په وينا پيښه هغه مهال رامنځ ته سوه كله چي دبهرنيو ځواكونو لخوا يوه توغول سوي توغندي په پر يوه كور ولگيده .دامر په وينا په پيښه كي دري تنه ماشومان لومړى ټپيان او وروسته يي دبهرنيو ځواكونو په روغتون كي ساه وركړه .دامر په وينا دبهرنيو ځواكونو پوځي اډه دخاص اروزگان په ۲۰ كليومتري كي پرته ده چي وخت ناوخته هوايي انداختونه كوي بلخوا په كابل كي ددغه ځواكونو مطبوعاتي دفتر دپيښي پخلى كړي او ويلي دي چي ددي پيښي په اړه پلټني پيل سوي دي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "پاكستان، ترهګري او بنسټ پالنه", "output": "غلام جيلاني ځواك د ملا خاكسار وژنه او د كندهار په سپين بولدك كي ځانمرګي بريد يو ځل بيا وښوده چي د افغانستان دسوكالي او امن دښمنان په هيڅ توګه د افغانستان پرمختګ، سوكالي او نيكمرغي نشي زغملي، د كندهار د سپين بولدك پيښه دومره غير انساني او ناځوانمردانه پيښه وه چي حتي طالبانو هم دا ضروري وګڼله چي دي پيښي سره خپله لا تعلقي اعلان كړي. د نورو ډيرو پخوانيو پيښو په خوا كي د ملا خاكسار د وژني او بياد سپين بولدك پيښو كي په ښكاره توګه د پاكستان لاس ليدل كيږي، سره له دي چي افغانستان د خپل خاص جيو پوليټيك موقعيت له امله تل د نژدي اولري ګاونډيانو له دښمني سره مخ شوي خو د پاكستان هيواد دخپل بدمرغه زيږيدني له لومړي ورځي د افغانستان دكمزوري كولو او افغانستان ته دستونزو د راوړالولو هڅي كړي، او بي له څه ځڼډه يي تراوسه ورته ادامه وركړي، پاكستان په دي باور دي چي د افغانستان هستي د پاكستان نيستي ده او برعكس د افغانستان نيستي د پاكستان هستي ده، پاكستان چي د وخت د استعماري ځوا ك د سياسي ضرورتونو له مخي د ديني اومذهبي كركي اونفرت پربنسټ د افغانستان اوهند نه پر بيلو كړاي شويو خاور جوړ شوي، له دي ويره لري چي كه افغانستان پرخپلو پښو ودريد په هماغه شيبه به پاكستان له پښو وغورځيږي. د افغانستان د كمزوري كولو د هڅو په لړكي د جهاد په بهير كي د بي اتفاقيو اور ته دلمن وهلو نه وروسته د طالبانو دپرژي پلي كول كه دپاكستان ستره بريا وه نود طالبانو د رژيم پرځيدل په همدي پرتله د پاكستان د جنرالانو يوه ستره ناكامي وه، خو پاكستان اوس هم په دي هڅه كي دي چي خپله دا ناكامي په بريا واړوي او په همدي خاطر پاكستان د افغانستان په هكله له دوه مخي پاليسي نه كار اخلي، په ښكاره د نړيوال ائتلاف سره يوځاي د ترهګري پرضد په جګړه بوخت دي، خو په عين وخت كي نه يواځي دا چي د ترهګرو ملاتړ كوي بلكي د افغانستان د جهاد د مهال له تجربو نه په ګټي اخستني آيي ايس آيي نيغ په نيغه په افغانستان كي ترهګريزه عمليات سرته رسوي، دسپين بولدك د پيښي په شمول وروستني ترهګريزي پيښي يي ښه ثبوت دي. په كندهار اوكونړ كي داسي كسان نيول شي چي د پاكستان په پوځي كمپونوكي يي د ترهګري روزني ليدلي او بيا د ورانكاريو لپاره افغانستان ته ليږدول شوي. د ډيورنډ كرښي نه هاخوا د هغه قبايلي سيمو موجوديت چي پښتانه اوبلو چ په كي ميشت دي ، او لا تراوسه يي د خپلي مړاني پرمټ د پنجابي استعمار واكمني په پوره توګه نده منلي، اوس مهال پاكستان ته دا طلايي فرصت وركړي چي په دي سيموكي په دي پلمه چي دلته د پاكستان د حكومت واك نشته خپل ترهګر وساتي، ويي روزي او د ورانكاريو لپاره يي افغانستان ته وليږي، دا كار له هره اړخه د پاكستان په ګټه دي، نړيوالو ته وايي چي ترهګر په قبايلي سيمه كي دي او هلته د پاكستان دحكومت واك له پيله كمزوري دي، له بلي خوا د ترهګري سره د جګړي په نامه ورو، ورو هغه ټولي قبايلي سيمي چي تراوسه يي يو څه خپلواكي درلوده، غواړي ترخپلي ولكي لاندي راولي. په دي توګه د قبايلي سيمو خلك د څو اړخيز فشار لاندي دي او د پاكستان د څو اړخيزي پاليسي قرباني كيږي، د يوي خوا ورو ورو خپله خپلواكي له لاسه وركوي اوله بلي خوا د ترهګري سره پرضد جګړه كي هم د ترهګرو له خوا او دهم د ترهګرو پرضد د جګړه والو لخوا ځپل كيږي چي د باجوړ پيښه د پاكستان د همدي پاليسي يوه ښه بيلګه ده، ويل كيږي د باجوړ په پيښه كي يو څوتنه لوړ پوړي ترهګر له منځه تللي، خو دهغوي په خوا كي نور ۱۸ تنه ملكي كسان وژل شوي چي ښځي او ماشومان هم په كي شامل دي. قبايلي سيمو كي خپلي واكمني ته پراختيا وركول په دي لوبه كي د پاكستان يوه ضمني ګټه ده، افغانستان كي ورانكاريو ته د لمن وهلو له لاري د ترهګري پرضد د جګړي په اوږدولو كي پاكستان يو بل عمده هدف لري، د ويتنام د تجربي په نظركي نيولو سره ځيني پاكستاني جنرالان ښايي فكر وكړي چي امريكا او اروپا ديوي اوږدي اوستړي كونكي جګړي توان نلري او په دي توګه به بالاخره كله چي امريكا له سيمي نه وتو ته چمتوشي، پاكستان به وكولاي شي يو ځل بيا په افغانستان كي خپله اغيزمنتيا پراخه كړي او دلته د سياسي لوبو نوښت په خپل لاس كي واخلي، او لږ تر لږه كه د ائتلاف اوناټو پوځونه دلته پاتي هم شي نو پاكستان ته دسيمي د امنيت په ټينګولو كي نسبتاً يومهم رول وركړي او په دي توګه به بياهم پاكستان وكولاي شي د افغانستان په پيښو كي موثر رول ولوبي او هغه خطر چي د يو آزاد، مستقل، هوسا اوځواكمن افغانستان نه ددوي په آند ورته پيښيدونكي دي، دهغه مخه ونيسي او يا تر ډير مودي يي شاته وغورځوي. څو ورځي دمخه د پاكستان د انګليسي ژبي ورځپاڼي دي نيوز هم په دي هكله يو مضمون نشرته سپارلي وو، په مضمون كي راغلي دي چي ځيني پاكستاني جنرالان په دي تمه دي چي ښايي ناټو او نړيوال ائتلاف بالاخره پاكستان ته دسيمي دامنيت په ساتلو كي يو عمده رول وسپاري، پاكستاني جنرالان په دي باور دي چي كه دا كار وشي نو پاكستان به يوځل بيا وكولاي شي په افغانستان كي ستراتيژيكه ژورتيا لاس ته راوړي. كه پاكستاني جنرالان داسي فكر كوي نو په رښتيا هم د احمقانو په جنت كي اوسيږي، دوي د دي سيمي په سياسي لوبو كي د معادلي يو ډيرمهم او ځواكمن اړخ يعني هندوستان له ياده وباسي، اوس دهند اړيكي د امريكا سره ډيري ښي دي، دبلي خوا د هند اوچين ترمنځ هم هغه پخواني تاوتريخوالي ندي پاتي چي د ۱۹۶۵ كال په شان د هند اوپاكستان په احتمالي جګړه كي چين په غوڅه توګه د پاكستان شاته ودريږي. دهند موقعيت اوس ترپخوا هروخته مظبوط او كلك دي، پاكستان چي د بنسټ پالني او ترهګري د روزني يو عمده مركز دي افغانستان اوهند ته يي يوشان ستونزي راولاړي كړي، نوكه پاكستان خپل كړني سمي نكړي، دا حالت به ترډيري مودي نه هند ته او نه افغانستان ته د زغملو وړ وي، همدا رنګه د ترهګرو د پرله پسي ملاتړ په نتيجه كي ښايي د ترهګري پرضد نړيوال ائتلاف هم پاكستان ته د يو ښه رول وركولو پر ځاي د يو ښه سبق وركولو فيصله وكړي، هغه طياري چي په وزيرستان او باجوړ پرواز كولي شي او راكټونه ورولي شي هغوي ته په اسلام آباد، كهوټي، لاهور او كراچي پرواز كول او راكټونه ورول هم دومره ناشوني كار ندي، البته دا كار به يوه ستونزه راوزيږوي او هغه دا چي د نړي ټول هيوادونه به دي ته اړ شي چي خپلو ښوونځو ته د جغرافيي نوي كتابونه اونوي نقشي چاپ كړي په دي كتابونو او نقشو كي به افغانستان اوهند دوه پوله په پوله ګاونډيان وي"}
{"instruction": "Write a Pashto language article based on the provided title.", "input": "ناټو له کې ایډې څخه خپل پوره ملاتړ اعلام کړ", "output": "میرویس جلالزی د ناټو تړون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي کې ایډې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. د دغه تړون اوسني مشر اندرس فوغ راس موسن ویلي چې تړون په افغانستان کې د ایډې ماموریت اغیزمن بولي او د هغه له موقف څخه په کلکه ملاتړ کوي. کې ایډې په دې تورن دی چې په ټاکنو کې یې په یو شمیر تقلبونو سترګي پټي کړي دي. کې ایډې په دې ورستیو کې امریکې ته هم سفر درلود او د امریکې له سفر وروسته یې د افغانستان په تر سره شویو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د تر سره کیدو خبر هم ورکړ. ښاغلي موسن ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې ښې لاس ته راوړني لري او ښاغلي ایډې د افغانانو لپاره د یوې ښې راتلونکي په جوړولو کې تر اوسه پوري اغیزمن رول لوبولی دی."}